Category: عامر عالم

  • خبره ورانه ښکاري – عامر عالم

    خبره ورانه ښکاري – عامر عالم

    پۀ جمهوري ټولنو او ملکونو کښې حکومتونه کۀ د ملک د انتظام پۀ ښۀ شان چلولو ذمه وار وي نو ورسره د وخت او حالاتو لۀ وجې ولاړېدونکو پېښو باندې هم نظر ساتي. کۀ حکومتونه د يو ملک د اقتصاد، تعليم، امن و امان او پرمختګ غم کوي نو پۀ ملک کښې پۀ روانو حالاتو هم ځان خبر ساتي. خو دا خبره د هاغه حکومتونو پۀ اړه وزن نيسي کوم چې د اولس پۀ ووټ او خوښه راغلي وي. د دې پر ضد کوم حکومتونه چې تش پۀ نامه پۀ ووټ راغلي وي هغوي نه داسې طمع لرل هسې د وخت ضياع ده. ځکه چې داسې حکومتونه پۀ شا پټ لاسونه لري کوم چې بيا دا حکومتونه چلوي. پۀ مملکت خداداد کښې نن سبا هم يو داسې حکومت پۀ غريب اولس مسلط دے. يو خوا کۀ دا حکومت د حکومت چلولو د طريقو څخه محرومه دے نو بلخوا د حالاتو د ادراک کولو څخه هم بې برخې دے. پۀ خولۀ خو ئې هر وخت د بدلون او ترقۍ خبرې، لاپې او نعرې وي خو پۀ اصل کښې ئې د ملک بنيادونه ډډ کړي دي. کۀ قرضه اسمان ته ورسېده نو پۀ سياسي کچ هم ملک د کړکېچ سره مخ دے. هم دغه شان کۀ انتظامي امور دي او کۀ حکومتي، خارجه پاليسي ده او کۀ د ملک دنننۍ خبرې، هر طرف ته حالات اپوټه روان دي او هغه د چا خبره چې پۀ هر اړخ ګورې نو خبره ورانه ښکاري. دلته د دې حکومت د نااهلۍ او کم عقلۍ لۀ وجې داسې کارونه وشول او خلکو داسې داسې خبرې واورېدې چې لۀ دې مخکښې ئې چا تصور هم نۀ شو کولے. لکه د بېلګې پۀ ډول کۀ د کېپټن (ر) صفدر د کراچۍ پېښه واخلو نو سړے ورته ګوته پۀ خولۀ پاتې شي. د پېښې پۀ اړه به تاسو خبر يئ ځکه دلته ئې تفصيل کښې نۀ ځو خو د دې پېښې پۀ اړه د ارمي چيف لۀ خوا د جوړ کړے شوي “کورټ اف انکوائري” خبره کوو. ستاسو به ياد وي چې کله دغه پېښه وشوه نو د حکومتي وزيرانو او مشيرانو لۀ خوا ټوله پړه پۀ سندهـ پوليس واچولې شوه، د حکومت پېسه خورو او تش پۀ نوم صحافيانو هم دا هر څۀ د سندهـ پوليس او پيپلز پارټۍ يو سياسي د چالاکۍ ګام وبالۀ. دا ئې لا څۀ کوئ، د دې ملک وزيراعظم عمران خو ټول بريدونه مات کړل او وې فرمائيل چې دا يوه “ډرامه” وه. خو بيا ارمي چيف د کورټ اف انکوئري لۀ لارې د دې پېښې د پلټنو حکم ورکړو. او چې د دغه تحقيقاتو پۀ رڼا کښې کوم رښتيا مخې ته راغلل نو هغه نۀ صرف بوږنوونکي وو بلکې د حکومت لپاره د شرم هم باعث وو. د ائي اېس پي ار لۀ خوا جاري شوي بيان کښې وئيلے شوي وو چې د ارمي چيف پۀ حکم شوې پلټنو پۀ رڼا کښې پۀ پېښه کښې ککړ د رېنجرز او ائي اېس ائي افسران لۀ خپلو څوکيو څخه پۀ ډډه کړے شول او نوره کارروائي به هم کېږي. اوس نو د ارمي چيف لۀ خوا خو پۀ پېښه نۀ صرف کورټ اف انکوائري جوړولے شي بلکې تحقيقات هم کېږي او بيا ککړ کسانو ته سزا هم ورکولې شي خو بلخوا وزيراعظم صېب وائي چې دا يو ډرامه وه. بلکې د دې نه پس هم د خان صېب يو نيازبين او د اطلاعاتو وفاقي وزير شبلي فراز وائي چې سندهـ پوليس بغاوت کړے او پۀ سندهـ حکومت غږ کوي چې د هغوي خلاف دې کارروائي وکړے شي. تاسو سوچ وکړئ چې دا د پوهې او د عقل کوم معيار دے. يو خوا د پوځ مشر خبره سموي او بلخوا د کپتان يو وزير د دوه ادارو ترمنځ نور هم زړۀ بداوے پېدا کوي. بهر حال دغه حال دے زمونږ د بدلون د دعوېدارو د عقل، پوهې او د حالاتو د ادراک.

    هم دغه شان د اسرائيل د تسليمولو او نۀ تسليمولو پۀ اړه هم ملک د عجيبه حالاتو سره مخ دے. د “مډل ايسټ ائي” يو رپورټ د عمران خان پۀ اړه دعوې کړې وه چې موصوف وئيلي وو چې د اسرائيل پۀ لړ کښې پرې د امريکې لۀ خوا سخت دباو ؤ. د دې دعوې ترديد خو بيا خارجه دفتر پۀ کلکو ټکو کښې وکړو خو لۀ دې وروستو بيا د يو دوه “حکومتي صحافيانو ” لۀ خوا ښۀ پۀ جار د اسرائيل د منلو پۀ حق کښې دريځونه مخې ته راغلل. اګرچې عمران خان بيا پۀ کلکه ووئيل چې پاکستان د فلسطين د ازادۍ پورې اسرائيل نۀ شي منلے خو. . . سوال دا دے چې ولې يو دوه داسې صحافيان ښۀ پۀ جار د اسرائيل د منلو خبره کوي. ايا بل کوم عام سړے يا سياسي مشر داسې خبره کولے شي؟

    هم دغه شان د تحريک لبيک پاکستان مشر مرحوم خادم رضوي تېره مياشت يو ځل بيا د يو شمېر خلکو سره فېض اباد ته پرلت لۀ راغلے ؤ. مرحوم څو ورځې پرلت ووهلو او خپلې غوښتنې ئې وکړې چې پکښې د فرانس د سفير د پارلېمان لۀ لارې ملک بدر کول، پۀ فرانس کښې د سفير نۀ ټاکلو، د فرانسيسي مصنوعاتو بائيکاټ کول او د ګرفتار کړے شوي خلکو پرېښودل شامل وو. لکه د خلکو يو ټولګے راځي او د حکومت څخه پۀ پارلېماني، سفارتي، اقتصادي او عدالتي معاملو کښې د خپلې خوښې فېصلې اخلي او پۀ مخه ځي. او دا هر څۀ د يوې معاهدې پۀ شکل کښې کېږي پۀ کومه چې د ملک وزير داخله او د مذهبي امورو وزير هم لاسليکونه کوي. مونږ د دې غوښتنو پۀ اړه څۀ نۀ وايو ځکه چې پاکستان يو جمهوري ملک دے او هر سړے او ګوند حق لري د حکومت څخه غوښتنې وکړي، خو سوال دا دے چې څنګه د خلکو يو ټولګے راځي او رياست مجبوري. بله مهمه خبره دا ده چې پۀ لوظنامه کښې پۀ ښکاره توګه دا خبره ليکل شوې ده چې د دغه ملک سفير به پۀ باقاعده توګه د پارلېمان څخه د فېصله سازۍ لۀ لارې ملک بدر کولے شي. اوس نو سوال دا دے چې ايا موجوده حکومت پارلېمنټ ته وقعت، اهميت او ځاے ورکوي؟ ايا پۀ دې دوه کاله کښې تر اوسه د وخت او حالاتو مطابق قانون سازي شوې ده؟ ځکه چې مونږ اورو او ګورو نو پۀ دې حکومت کښې خو ټول کارونه پۀ ارډيننسونو روان دي او تر دې دمه خواوشا څلوېښت پورې ارډيننسونه راغلي دي.

    هم دغه شان مونږ ټول د موجوده حکومت د وزيراعظم عمران خان نه تر د وزير مشير پورې خو د صداقت او امانت خبرې اترې اورو خو کله چې خبره د عمل ځاے ته راشي نو بيا هغه د چا خبره سدهوم ته شين وي. دا خو به د ټولو ياد وي چې دا حکومت د بدلون او کرپشن ختمولو پۀ نعره راغلے دے، خو مونږ ګورو چې نۀ خو بدلون راغلو او نۀ کرپشن ختم کړے شو بلکې خپله پۀ حکومت کښې پۀ ناستو خلکو د کرپشن هاغه الزامونه ولګېدل چې عقل ورته حېران شي . خو بيا زمونږ پۀ شان د خلکو عقل دلته لږ نور زيات حېران شي چې کوم حکومت، د کوم حکومت وزيراعظم او وزيران مشيران خپل ټول سياست د کرپشن کرپشن پۀ نعرو کوي هغوي پۀ خپل کرپشن ځان داسې شپېلے کړي لکه چې دا خلک تش پۀ خاورو پائي او يا ګيا خوري. لکه د چيني کمېشن پۀ لړ کښې چې د اېف ائي اے افسر سجاد باجوه څوک چې د تحقيقاتو دوران لۀ خپلې څوکۍ څخه معطل او بيا د انکوائرۍ وروستو لۀ نوکرۍ څخه پۀ ډډه کړے شوے ؤ، هغۀ نېغ پۀ نېغه پۀ وزيراعظم عمران خان، پۀ حکومتي عهدېدارو او اعلي حکومتي شخصياتو باندې “شوګر مافيا ته دګټې رسولو” تور لګولے دے. دا ګټه څۀ کمه نا بلکې څلور سوه اربه روپۍ ده کومه چې ملز مالکان ته رسولې شوې دي . کۀ يقين مو نۀ راځي نو پۀ يوټيوب او مختلفو وېب سائټونو د سجاد مصطفي باجوه مرکې پرتې دي، هغه وګورئ نو خبر به شئ چې پۀ کومه کومه طريقه غريب اولس ته د چينو پۀ مد کښې ۴۰۰ ارب روپۍ زيان اړولے شوے دے.

    کوم کوم غم به ژاړو او کومه کومه قيصه به کوو. هېڅ ته به مو خولۀ نۀ جوړېده خو کۀ سحر ماښام مو د دې حکومت د پارسايۍ او ايماندارۍ دعوې او پۀ مخالف سياسي ګوندونو د تورونو او الزامونو ناتار نۀ ليدو . مشران وائي چې “شرم څۀ ګډورے نۀ دے چې چا پسې بۍ نعرې کړي” . کۀ دې حکومت کار کړے وے يا پکښې د کار کولو استعداد ؤ نو نن به د دې ملک قرضه ۴۳۰۰۰ اربه ته نۀ رسېده، نن به د نمو شرح صفر نه ښکته نۀ وه، نن به د سټيل مل، پي ټي وي، رېډيو پاکستان وغېره ملازمين داسې پۀ بې رحمه طريقه نۀ فارغېدل . وزيراعظم خو د ائين او قانون لاندې د ملک پۀ ښۀ شان د چلولو ذمه وار وي خو دلته خو د وزيراعظم د نوټس نه هم مسخره جوړه ده او چې کله هم د يو څيز نوټس اخلي نو عوام بې اختياره چغې کوي چې پام کوه، خداے ته وګوره، رحم وکړه، دا څۀ کوې، داسې و نۀ کړې؛ ځکه چې بيا هغه څيز خامخا وزرې کوي او د غريب اولس لۀ وسه داسې وځي لکه غشے چې لۀ ليندې وځي. مشران متل کوي چې ” نۀ شې تلې نو پۀ شا به دې کړم، خو چې نۀ خورې نو څۀ به دې کړم”. چې يو سړے نۀ پوهېږي نو خلک ئې پوهه کړي خو چې يو سړے ځانته سقراط وائي نو هغۀ سره به څۀ وکړې ! بس خداے دې د دې ملک او اولس مل شي نوره خو هسې هم خبره ورانه ده.

     

  • زمونږ بيانيه ۹۹ کاله زړه او بېخي څرګنده ده – عامر عالم

    زمونږ بيانيه ۹۹ کاله زړه او بېخي څرګنده ده – عامر عالم

    پۀ درويشتم اکتوبر پۀ باچاخان مرکز پېښور کښې د صوبائي کونسل لويه او مهمه غونډه ترسره شوه. دې غونډې ته د خپلې وېنا پۀ مهال د عوامي نېشل ګوند صوبائي صدر اېمل ولي خان ووئيل چې د ګوند بيانيه بېخي واضحه، ښکاره او څرګنده ده. اېمل خان ووئيل چې د دې سوال هډو ضرورت نشته چې مونږ دې پۀ خپله بيانيه خبرې وکړو او زياته ئې کړه چې زمونږ بيانيه تاريخي او نهه نوي کاله زړه بيانيه ده، زمونږ بيانيه د ستر باچاخان بابا او ولي خان بابا بيانيه ده . اېمل خان ووئيل چې بايد زۀ، تاسو، د ګوند هر غړے، هر کارکن او مونږ ټول پۀ خپله بيانيه پوهه يو او سر مو پرې خلاص وي . اېمل خان ووئيل چې ضرورت نشته خو بيا هم د موقعې او د سوال پۀ رڼا کښې به ووايم چې د عوامي نېشنل ګوند بيانيه پۀ خپلو وسائلو د اختيار بيانيه ده، د خپلو بچو د حقونو لپاره مبارزه زمونږ بيانيه ده او وې وئيل چې د خپلو بچو حقونه پۀ يو شکل کښې هم نۀ پرېښودل زمونږ بيانيه ده او زياته ئې کړه چې دغه بيانيه پۀ هر دور کښې زمونږ بيانيه وه، نن هم ده او سبا به هم وي . پۀ ګوند کښې د اهميت پۀ اړه ئې ووئيل چې بايد ټول پۀ دې خبره ځان پوهه کړو چې پۀ اے اېن پي کښې صرف يو څيز مقدس او محترم دے او هغه زمونږ د ګوند بې لوثه، بې غرضه او بې لالچه “ورکر” يعنې کارکن دے.

    پۀ پي ډي اېم کښې د رول پۀ اړه اېمل خان ووئيل چې عوامي نېشنل ګوند پۀ هر دور کښې د جهموري قوتونو مرستيال پاتې شوے دے او زياته ئې کړه چې پي ډي اېم د جهموري او غېر جهموري قوتونو ترمنځه جنګ دے او ظاهري خبره ده چې اے اېن پي به د جهموري قوتونو سره ولاړه وي . اېمل خان وضاحت وکړو او وې وئيل چې د چا سره د اتحاد يا يو ځاے تګ کله هم دا مطلب نۀ دے چې ګينې مونږ دې خپله لار او نظريه پرېږدو . صوبائي صدر دريځ خپل کړو چې مونږ د پي ډي اېم برخه يو، برخه به پکښې اخلو خو پۀ يو داسې طريقه چې خپل ځان پکښې و نۀ بائيلو او د ډېر بصيرت او حکمت نه به کار اخلو. اېمل خان ووئيل چې مونږ پۀ اصل کښې د عوام سره ولاړ يو . پۀ دې موقع اېمل خان دا هم ووئيل چې مونږ نوې ټاکنې غواړو . هم پۀ دې موقعه ئې ووئيل چې د نومبر پۀ دوويشتمه نېټه به پېښور کښې د پي ډي اېم جلسه وي او زياته ئې کړه چې دا به زمونږ خپله جلسه وي او داسې يوه لويه جلسه به کوو چې خلک به ورته ګوته پۀ خولۀ وي.

    د اتلسم ائيني ترميم پۀ اړه ئې ووئيل چې دا ائيني ترميم زما پۀ وسائلو زما د حق ضامن دے . اېمل خان ووئيل چې پۀ دې ترميم کښې بدلون ته پۀ هېڅ صورت تيار نۀ يو. زياته ئې کړه چې قبائيلي ضلعې د قدرتي زېرمو نه برجتې دي، مېداني سيمې مو تماکو، ګنے او رنګ رنګ سبزيانې او مېوې کوي او هم دغه رنګ پۀ جنوبي ضلعو کښې مو کرک د تېل او ګېس نه ډک دے او اتلسم ترميم ما له دا حق راکوي چې د دې تپوس وکړم.

    پۀ ملک کښې د اقتصادي هلو ځلو پۀ اړه ئې ووئيل چې بهارت سره پۀ مشرقي بارډر لارې پرانستې پرتې دي خو لۀ بده مرغه پۀ نمر پرېواتۀ اړخ لارې بندې دي . پۀ دې موقعه ئې ووئيل چې د اولس د خوشالۍ او سوکالۍ لپاره او د تجارت د ودې لپاره بايد د باجوړ نه تر چمن پورې لارې پرانستې شي . زياته ئې کړه چې نن يويشتمه پېړۍ ده او د ملکونو د پرمختګ او ترقۍ لپاره اقتصادي ازادې هلې ځلې ډېرې مهمې او ضروري دي.

    د خپلو دورو پۀ اړه ئې ووئيل چې يو ځل به بيا ډېر زر خپلې دورې شروع کوم او د صوبې ګوټ ګوټ ته به خپلو خلکو لۀ ځان رسوم . وې وئيل چې تر اوسه به مو سر ته رسولې وې خو لۀ بده مرغه پۀ منځ کښې پکښې کورونا وبا راغله او دغه لړۍ پۀ نيمه کښې پاتې شوه.

    پۀ دې موقع اېمل ولي خان د وزيرستان تاريخي امن مارچ تاريخي اعلان هم وکړو. زياته ئې کړه چې د فرورۍ مياشت کښې به دغه امن مارچ کوو . دنېټې پۀ اړه ئې ووئيل چې ډېر زر به د مشرانو پۀ مشوره نېټه ټاکو. د مارچ تفصيل او تګ پۀ اړه ئې ووئيل چې د پېښور نه به روانېږو او د ډي ائي خان لۀ لارې به وانا ته رسو او هلته به جلسه هم کوو او هم دغه شان بيا به مازيګر مير علي ته ځان رسوو. پۀ دې موقع ئې دا هم ووئيل چې دا به امن مارچ وي نو ځکه زمونږ بېرغونه به ټول سپين وي خو جامې به مو سرې وي.

    پۀ صوابۍ کښې د کروندګرو سره د روان ظلم پۀ اړه ئې ووئيل چې د هغوي خوا لۀ به ځم او داد رسۍ سره سره به ورله اواز هم وچتوم . وې وئيل چې د تماکو نه صوبې ته نه بلکې ټول ملک ته لويه منافع رسي خو بيا هم زما کاشتکار د لوړې نه پۀ داو دے . پنجاب لۀ ئې دړکه ورکړه چې کۀ غنم ئې بند کړل نو مونږ به ورپسې بجلي بنده کړو . پۀ دې موقعه اېمل خان دا هم تپوس وکړو چې مونږ ته دې پۀ صفا ټکو ووئيلے شي چې زمونږ د صوبې نه پنجاب ته څومره بجلي ځي . دا ئې هم زياته کړه چې مونږ تر ټولو ارزانه بجلي جوړوو خو بيا هم زما د قام بچي پۀ تيارو کښې ناست دي . اېمل خان ووئيل چې مونږ شپږ زره مېګاواټه بجلي جوړوو او ضرورت مو درې زره دے خو نۀ پوهېږو چې بيا هم لوډشېډنګ سره لاس او ګرېوان يو.

    د تعليم او سبق د اهميت پۀ اړه ئې ووئيل چې نن زمونږ قام ته د قلم، کتاب او پوهې ضرورت دے . پۀ دې لړ کښې ئې پۀ سټډي سرکلز زور راوړو او وې وئيل چې د دې لړۍ د خپلو کورونو څخه شروع کړئ . خپلو ماشومانو ته د “باچاخانۍ” سبق وښايئ . د باچا خان سکولونو او خېر ښېګړې د کارونو پۀ اړه ئې ووئيل چې مونږ ټولو لۀ پۀ دې لړ کښې پاخۀ او کوټلي ګامونه اخستل پکار دي او انجمنونو جوړول پکار دي.

    د باچا خان د سکولونو د معيار پۀ اړه ئې ووئيل چې دا به ډېر زيات غوره جوړوو او د اېچي سن پۀ شان يو معيار ته به ئې رسوو. پۀ چارسده کښې ئې د جوړ شوي باچاخان سکول پۀ اړه هم خبره وکړه او وې وئيل چې زما بچي به هم دغه سکول کښې سبق وائي.

    پۀ دغه ورځ اېمل خان ډېره جامع وېنا وکړه . کۀ وګورو نو پۀ دغه وېنا کښې صوبائي صدر د پارټۍ د بيانيې نه واخله تر پي ډي اېم پورې، د تعليم نه تر اقتصاد پورې ، د کاشتکارانو د مسئلو نه تر خپلو دورو پورې، امن مارچ نه تر اتلسم ائيني ترميم پورې، د صوبې قدرتي زېرمو او وسائلو نه تر د بجلۍ پېداوار پورې او د پي ډي اېم د ۲۲م نومبر جلسې نه تر باچاخان سکولونو پورې ډېرې مهمې او پۀ زړۀ پورې خبرې وکړې . دا به د عوامي نېشنل ګوند خوشبختي ومنو چې صوبائي صدر چې لا ځوان دے خو د ګوند، ملک او سيمې د سياست سره سره د خپلو خلکو د مسئلو کشالو او ستونزو نه لکه د يو ماهر خبر دے . او نۀ صرف د دې هر څۀ نه خبر دے بلکې پۀ هر څۀ ئې نظر هم دے . دا نه چې صرف ئې پرې نظر دے بلکې د حل د لارو چارو لټولو چل هنر ورځي او توان هم لري.

    کۀ وګورو نو د تېر دوه کلونو دوران چې کله نه اېمل خان صوبائي صدر شوے دے نو پۀ صوبه کښې د پارټۍ پۀ ساخت او هلو ځلو ډېر لوے اثر پرېوتے دے . کۀ اواز ګړندے شوے دے نو ورکر هم متحرک دے، کۀ ارمانونه او هيلې ژوندۍ شوې دي نو زيار او هڅې هم تندې شوې دي . او هم دانتيجه ده چې هره ورځ د صوبې د ګوټ ګوټ نه خلک پۀ عوامي نېشنل ګوند کښې شاملېږي او شموليتونه روان دي . خلک اېمل خان کښې د باچا خان روح، د ولي خان حرکت او د مشر اسفنديار ولي خان وينه ويني . اېمل خان چې پۀ صوبه کښې چرته هم ځي نو د خلکو پرې د لوے بابا، رهبر تحريک او ملي مشر مينه ماتېږي.

    د دې ځوان صوبائي صدر او د ځوانانو سرلښکر يوه خوبي او ځانګړتيا دا هم ده چې ورته خپل ورکر تر خپل ځان زيات عزيز دے . کۀ د ملنګ بابا پۀ شان پۀ کوڅه کوڅه د ګرځېدو هوډ ئې کړے دے نو هم هغه شان د ملنګۍ پۀ اوصافو هم پوره دے . ځان ته لوے کتل ئې پۀ خوا خاطر کښې هم نۀ راځي او هم دغه وجه ده چې هر کارکن بلکې هر پښتون ترې ځارېږي قربانېږي.

    د اېمل خان د کاميابۍ يوه وجه دا هم ده چې پۀ خپله خبره بېخي کلئير دے . چې څۀ وائي نو هم هغه کوي او ځکه پرې نن کۀ د خپل کارکن د خپل ځان نه زيات باور دے نو دے ورله هم هر ځاے ته ځان رسوي . دا هر څۀ د لوے بابا د عدم تشدد، د ولي خان بابا د لوې غېږې او د اسفنديار ولي خان د زيرکتيا رنګونه دي چې نن پۀ اېمل خان کښې څرګند دي او د نهه نوي کاله زړې بيانيې پۀ شکل کښې نن لکه د غر ولاړ دے.

  • د سلو ورځو پوسټ مارټم – عامر عالم

     

    د پاکستان د انتخابي تاريخ د متنازعه ترین الېکشن پۀ نتيجه کښې پۀ وجود کښې راتلونکي د پاکستان تحريک انصاف وفاقي حکومت پۀ ملک کښې د سلو (100) ورځو دننه دننه د بدلون راوستو اعلان کړے ؤ او دغه اعلان د پاکستان تحريک انصاف مشر او پۀ موجوده وخت کښې د ملک وزير اعظم عمران خان د خپلې پارټۍ د سل ورځني پلان سره تړلے ؤ. حکومت دا دعويٰ لري چې هغوي خپل سل ورځنے پلان عملي کړے دے او حکومت تر دې دمه کاميابۍ سره خپل سفر جاري ساتلے دے. خپل دې مضمون کښې به مونږ نۀ صرف د حکومت د سلو ورځو د کارکردګۍ جاج اخلو بلکې د حکومت لۀ خوا اعلان شوي پلان کښې به د څو وعدو جاج هم اخلو د کوم نه چې عام اولس بې خبره دے.

    د تحريک انصاف حکومت خپل وړمبے سفر سر ته رسولے دے او پۀ ملک کښې ئې د حکمرانۍ سل ورځې پوره کړې دي. د پاکستان تحريک انصاف حکومت خو هسې ددغه سلو ورځو لپاره اولس سره ډېرې لویې لویې وعدې کړې وې خو سياسي، معاشي، اقتصادي، داخلي سلامتيا، خارجه تعلقاتو سره سره پۀ نورو يو شمېر اړخونو کښې د اولس پۀ خوبونو د دهوکه کولو کوشش شوے دے. نن پۀ ملک کښې ګېس، بجلي عن تر دې چې روټۍ اخستل هم د عام سړي د وس نه بهر شوي دي او چې بيا هم د پاکستان تحريک انصاف د قيادت نه پۀ دې حواله پوښتنه وکړې شي نو هغوي دغه موقف لري چې دا مسئلې هغوي ته د تېر حکومت نه پاتې دي نو هغوي ځکه ناکام دي او عام اولس له ريليف نۀ شي ورکولے. د پاکستان تحريک انصاف حکومت چې عام اولس سره کومې وعدې کړې وې، هغې کښې “دو نهین اېک پاکستان”، د تاریخ مختصر ترین کابینې ساتل، شاهي او افسر شاهي خرچې کمول، د وزیرانو او ‘صالحې نېک عملې’ کابینې د پاره د سادګۍ د خپلولو لوظ، د ملک نه لوټ شوے دولت واپس راوړل، پينځو کالو کښې د پنځوس لکهه کورونو جوړولو لپاره فرېم ورک تيارول، کليوالو علاقو له بجلي ورکول، د وزير اعظم لۀ خوامیاشت کښې دوه ځله وقفه سوالات کښې د قامي اسمبلۍ ممبرانو له جوابونه ورکول، د وړو صنعتونو حوصله افزائي کول، د لس ټيکنيکل يونيورسټیو قيام پۀ عمل کښې راوستل، د فاټا پۀ مکمله توګه انضمام، د بلوچستان مرور سياسي قيادت مېز ته راوستل او د بلوچستان د محرومیو ازاله کول، ګاونډي ملکونو سره د ښۀ تعلقاتو لپاره پاليسي وضع کول، د وړو ډېمونو جوړول، د احتساب ادارې مضبوطول، پينځو کالو کښې د لس اربه اونو د لګولو منصوبه بندي کول، د شلو نوو سياحتي مرکزونو جوړول، پينځو کالو کښې د يو کروړ نوکرو ورکولو لپاره نېټ ورک جوړول، د صحت انصاف کارډ اجراء، جنوبي پنجاب نه صوبه جوړول، کراچۍ کښې ماس ټرانزټ سروس شروع کول، قېديانو زنانو له سهولتونه ورکول، د وسل بلور قانون نافذول، د مدرسو رجسټرېشن کول، پۀ ملکي کچه د خواندګۍ پروګرام شروع کول، د کشمير د مسئلې حل راویستل، د ماشومانو جينکو لپاره تعليمي وظيفې شروع کول، د ګرلز سکولز اپ ګرېډېشن، د زنانو لپاره د ځان له پوليس سټېشنو قيام پۀ عمل کښې راوستل او داسې د نورو يو شمېر منصوبو پۀ حواله عام اولس ته غېږه کښې د ګوړې چکۍ ایښودې شوې وې.

    اوس دې زما د تجزیې نه مخکښې هر سړې پۀ زړۀ لاس کېږدي او ودې وائي چې ښاغلي عمران خان پۀ خپلو دغه وعدو کښې څومره وعدې سر ته رسولې دي کۀ د رواياتو ترمخه ئې پۀ دې وعدو هم يوټرن اخستے دے، ولې چې د هغۀ پۀ نزد خو ليډر د يوټرنو نه بغېر نۀ شي جوړېدے. کۀ د ملک د امن وامان صورت حال ته ګورو او کۀ اقتصادي حالت ته نوتاسو به پۀ هر محاذ کپتان پاتې راغلے وینئ ــــ مثال ئې د هغه فېل ماشوم دے چې بيا امپرومنټ ته هم اپلائي نۀ شي کولې.

    د “دو نهین اېک پاکستان” ټولو نه وړومبے کېس د خاور مانیکا پۀ سر د پاکپتن د ډي پي او د معطلۍ د پاره د وزیر اعظم زړۀ ساتلو له د پنجاب د وزیر اعليٰ کارنامه وه چې ډېره زر مخې ته راغله. ورپسې د اعظم سواتي لۀ خوا پۀ یوه بې وسه کورنۍ د تشدد کولو او بیا دغه غریبانانو باندې تهاڼه کښې د شوي ټارچر قیصه مخې ته راتلو سره د “دو نهین اېک پاکستان” وعده سر وخوري. اوس خو دغه لړ کښې د جے اٰئي ټي راغلې فېصلې دغه خبره نوره هم سپینه کړه. دا یوه واقعه نۀ ده، د عمران خان د درېمې ښځې د یوې لور پولیس سره شوې واقعې نه علاوه داسې څو رپورټونه دې سلو ورځو کښې د اخبارونو سرخیانې شوې دي چې د “دو نهین اېک پاکستان” د وعدې جنازه پکښې وتلې ښکاري.

    د کومې وړې صالحې نېک عملې کابینې اعلان چې شوے ؤ، هغه کابینه کښې تر اوسه پورې درې ځله اېکسټنشن شوے او د اتۀ نوو وزارتونو قلمدانونه سپارلے شوي دي. خبر دا دے چې یو څلورم اېکسټنشن به هم کېږي اود پروېز الٰهي زوي ته به هم ډېر زر یو وزارت تفویض کړے شي!!! پۀ مختلفو محکمو کښې د مشیرانو لښکر داسې ټومبلے شوے دے او د صلاحیت او صالحیت خیال دومره ساتلے شوے دے چې د زلفي بخاري غوندې غبرګه نېشنلټي لرونکي او نېب کښې د مالي بدعنوانۍ پۀ کېس کښې ککړ او سپریم کورټ نه سزا یافته خلق هم مشیران ټاکلے شوي دي.

    شاهي او افسر شاهي خرچې کمول داسې چې د ملک صدر پۀ ګلګت کښې د سرکاري خزانې پنځوس لکهه روپۍ صرف د ناشتې نه ځار کړې وې. د څلور مېښو خرڅ او د شل کروړه روپیو ګاډي پۀ نیمه بیعه د خرڅ نه علاوه پۀ رېکارډ څۀ شته؟ کۀ صرف دا وکتلے شي چې د سلو ورځو د کارکردګۍ د پاره پۀ دې نهه ویشتم نومبر اخبارونو کښې کوم اشتهارات چاپ شوي وو او پۀ وړومبۍ پاڼه د لکهونو روپیو د قیمت ځاے خالي پرېښودے شوے ؤ، نو دې نه به پته ولګي چې د ملک وسائل څومره بې دردۍ سره پۀ څومره سټوپډ اپروچ خرچ کولې شي.

    د ملک د امنيت حال دا چې د اسلام اباد پۀ محفوظ ترینه پوش علاقه کښې د ‘دفاع پاکستان کونسل’ مشر او د جامعه حقاني مهتمم مولانا سمیع الحق پۀ چړو وهلے کېږي او پته ئې نۀ لګي.

    يو حاضر سروس اېس پي د اسلام اباد نه بې درکه کېږي او د هغۀ تشدد زده لاش بيا پۀ افغانستان کښې موندلے کېږي!!! د اېس پي طاهر داوړ د ورکېدو خبر چې پۀ میډیا چلېږي نو د وزیر اعظم ترجمان افتخار دراني وائي چې طاهر داوړ خپل کور کښې د خپلو بچو سره دے، وزیر مملکت شهریار اپریدے وائي چې دا یوه حساسه مسئله ده او زۀ پرې خبره نۀ شم کولے، او د ملک د وزارت داخله قلمدان چې د ملک وزير اعظم لکه د محصول د چونګي ځان سره نیولے دے، هغه پرې هم صُمٌ بکمٌ!!!

    پۀ ضلع اورکزئ کښې بمي چاودنه کېږي، پۀ کراچۍ کښې د چین غوندې دوست ملک پۀ قونصلګرۍ برید کېږي، د یو بل اوچت رېنک د بېوروکرېټ د اغواء خبر راځي او د امن یقیني کولو د پاره د سلو ورځو پلان بیا هم کامیاب دے؟

    د سل ورځني پلان مطابق د ملک د لوټ شوي دولت د واپسۍ حال دا دے چې پلټنې وشوې نو دولت د بل چا نۀ بلکې د کپتان د خور پۀ نوم دوبۍ کښې راوځي او بيا وزير اطلاعات پۀ دغه بې نومي جائيداد موقف دا خپلوي چې دا دومره لويه مسئله نۀ ده، هغې خپل جائيداد ريګولرائز کړو. پۀ بهرنو ملکونو کښې د پاکستان د دولت د قیصې لنډ انجام دغه دے چې پۀ سوېس بېنکونو کښې کومه د دوه سوه کروړه ډالرو خبره کېدله، وزیر خزانه د هغې د واپسۍ متعلق د یو صحافي د سوال پۀ جواب کښې ووې، “دغه دروغ وو.” د سلو ورځو پۀ show کښې وزیر اعظم سره بې د دې نه هېڅ نشته چې مونږ د دومره ملکونو سره دې لړ کښې معاهدې وکړې.

    د عمران خان او د هغۀ د کابینې د سقراطانو خپل منطق او د هغۀ د اعداد و شمار د ماهرینو د ‘ضربِ چلیپائي’ خپل نظر، خو کۀ پۀ یو کور لږې نه لږه خرچه د حساب ساده ساتلو د پاره لس لکهه وکړو نو د پنځوس لکهه کورونو د پاره به هندسه څۀ مخې ته راشي؟

    ټول کورونه 5,000,0000

    یو کور باندې خرچه 1,000,000

    پۀ پنځوس لکهه کورونو خرچه 5,000,000,000,000

    حال دا دے چې وزیر اعظم او د هغۀ د کابینې ټولې صالحه نېک عمله غړي چغې وهي چې مونږ سره د تنخواګانو ورکولو د پاره پېسې نشته!!!

    کۀ کور د لسو لکهو هم شي نو یو دیاړیمار، یو چابړي واله، یو مزدور به د دغه کور اخستلو توان ولري؟ ځکه چې د ملک د وسائلو نه خو دغه د پنځوس کهربه روپیو لګول ناممکن دي، ښکاره خبره ده چې دې د پاره به د انوسټرانو نه مرسته اخستې کېږي ـــ اٰیا انوسټران به د ګټې سوچ نۀ کوي؟

    وزیر اعظم میاشت کښې دوه ځله اسمبلۍ ته د ممبرانو د سوالونو د جوابونو ورکولو د پاره د راتلو وعده کړې وه خو د هغې ورځ نه پس ئې اسمبلۍ ته مخ قدرې ښکاره کړے نۀ دے چې کله نه ئې د سعودي عرب نه واپس تشريف راوړے دے. جمهوري رویه خو دا وه چې وزیر اعظم پارلېمنټ پۀ اعتماد کښې اخستے ؤ، ولې پۀ دغه بهرنو دورو هغه پارلېمنټ پۀ اعتماد کښې اخستل نۀ غواړي او ځکه ئې دوه میاشتو پورې اسمبلۍ یا پارلېمنټ ته د راتلو نه معذرت کړے دے. پۀ دغه معاهدو کۀ هغه پارلېمنټ اعتماد کښې اخلي نو بيا خو به دا هم وائي چې پاکستان ئې څو څو ځايه ګاڼه کړے دے، چا چا سره ئې ګاڼه کړے دے او پۀ څۀ څۀ ئې ګاڼه کړے دے.

    د سلو ورځو پۀ پلان کښې د لس ټیکنیکل یونیورسټیو لاپه هم وه. پۀ دې خبره نۀ کوو. داسې خېبر پښتونخوا کښې هم ګورنر هاوس نه لائبرېري او د وزیر اعليٰ کور نه سېکرټرېټ جوړول وو. اوس هم د ګورنر هاوسز د اولس د پاره د پرانستو خبرې کېدې او کۀ اخبار کښې ئې ووینئ نو تصویرونه هم د دې راځي. سوال دا دے چې د کوم مقصد د پاره دا هر څۀ کېدل؟ ایا هغه مقصد پوره شو؟ تر دې دمه خو لا د دغه یونیورسټیو د جوړولو پۀ باره کښې د میټنګ خبره هم قدرې نۀ ده شوې.

    پۀ ملک کښې د امن و امان د صورت حال حقیقي معنو کښې ښۀ کولو او د اقتصادي پرمختګ لارې پرانستلو د پاره صوبه خېبر پښتونخوا سره د قبائیلي سیمو انضمام یوه لویه ګټه وه. هر څو کۀ د صوبو، مرکز او سېنټ نه دغه انضمام بل پاس کړے شوے دے، اوس هم عملاً پۀ مېدان نۀ څۀ ښکاري او نۀ څۀ توقع کېدې شي. توقع ځکه نۀ شي کېدے چې نوي حکومت کله د صوبې د پاره انټرم بجټ پېش کولو نو دغه نوو ضلعو د پاره ئې پکښې یوه ادېله هم نۀ وه ایښې. عوامي نېشنل پارټۍ دغه بجټ هم پۀ دغه جواز مسترد کړے ؤ. پېښور هائي کورټ چې د اېف سي اٰر پۀ یو نوي شکل کښې دغه علاقو باندې د نافظ کولو د پاره کوم ‘انټرم ګورننس اېکټ’ معطل کړے ؤ، دې نوي حکومت د هائیکورټ هغه فېصله هم پۀ سپريم کورټ کښې چېلنج کړې ده او دې نه ثابتېږي چې د سلو پلان کښې یو منصوبه هم د زمکني حقائقو پۀ اساس نۀ ده.

    د بلوچستان ګیلې ورځ پۀ ورځ لا پۀ زیاتېدو دي. حکومت د ففتهـ جنرېشن وار پۀ تهیوري دغه ګیلې بلېک مېل کولې نۀ شي. د حکومت ترجیحات نور څۀ دي؟ د ملک اېګزکتیو یعني وزیر اعظم پۀ قرضونو او چندو پسې لالهانده ګرځي، چیف جسټس د ډېمونو جوړولو د پاره چندې کوي، د اٰرمي هېډ کوارټر د ففتهـ جنرېشن وار تبلیغ کوي ـــ سیاسي اوازونو ته احتساب کمېشن پۀ خولۀ لاس ایښي دي. میډیا د سنسرشپ د بدترین دور نه تېرېږي. دې حالاتو کښې پۀ کراچۍ کښې د چین پۀ قونصلګرۍ د حملې قبولو سره مبینه بي اېل اے وښودل چې اوس به د بلوچستان نه بهر هم کاروایانې کېږي. پۀ راروانو څو ورځو کښې د بلوچستان نېشنل پارټۍ د اختر مېنګل لۀ خوا حکومت یو بل تناو سره مخ کېدونکے دے. یاده دې وي چې بلوچستان کښې اختر مېنګل د حکومت سره د اتحاد د پاره ‘شپږ نکات’ کښې د جبراً بې درکه شوو پینځۀ زره یو سل او درې ویشت (5,123) کسانو د معلوماتو نکته هم ایښې وه او د سلو ورځو د پلان سر ته رسېدو نه څو ورځې وړاندې اختر مېنګل خپل تحفظات څرګندولو کښې وئیلي وو چې د هغۀ د مسنګ پرنسز پۀ شمول یوې مطالبې باندې هم سنجیدګۍ سره غور نۀ دے شوے. د دې مطلب دا وځي چې د بلوچستان د سیاسي مشرانو د اعتماد ګټلو یوه بله موقع هم لۀ لاسه لاړه.

    د ‘جنوبي پنجاب’ یا ‘سرائیکستان’ د پاره چې پۀ یوه ورځ کوم د مرغیو سېل تحریک انصاف ته راغلے ؤ، ایا تر نن ورځې چا دغه لړ کښې کومه یادګیرنه، کوم میټنګ یا کوم تجویز لیدلے دے؟ کراچۍ کښې د ماس ټرانزټ د پاره شوے لوظ هم هېر واخلئ. هسې هم پېښور کښې د بي اٰر ټي انجام ته چې وګوري نو د سندهـ خلق به خپله د ماس ټرانزټ منصوبې نه تېښته وکړي. د مدرسو د رجسټرېشن وعده د مولانا فضل الرحمان پۀ لاس کښې ده او د عمران خان او د هغۀ د تحریک انصاف کومه بچګانه او غېر جمهوري رویه چې مولانا صاحب هر وخت غندي، دې حالاتو کښې ګمان نشته چې روانو پینځۀ کالو کښې هم حکومت دې لړ کښې څۀ قدم پورته کړے شي.

    د ‘یو ټرن’ فنامینه د یوې فلسفې پۀ حېث د متعارف کولو پۀ غېر سنجیده اقدام هم فخر کوونکي عمران خان او د هغۀ د ډلې تحریک انصاف د سلو ورځو پلان او وعدو باندې خبره کول به د وخت زیان وي. د سلو ورځو د پلان پوسټ مارټم کښې زمونږ وړاندې د حاجي کېمپ نه حیات اباد پورې اوږد د یوټرنو لسټ پروت دے. هغه ورځ لرې نۀ ده چې پۀ دې ملک عمران خان مسلط کوونکي هم د عمران خان نه وېزاره شي. تر دې هغوي د پاره هر څۀ ټیک روان دي.

     

  • ‘احتساب کمېشن’ او د یو اویا نومونو ټوقه – عامر عالم

     

    لفظ احتساب داسې خوږ دے لکه شات، خو د هغه چا د پاره څوک چې خپله خاوره مخ پۀ ترقۍ ليدل غواړي او دا ګڼي چې پۀ ما کوم خلق مسلط دي؛ د دغه خلقو د بې ايمانۍ، ټګۍ، بد انتظامۍ او خرابې منصوبه بندۍ لۀ وجې زما خاوره هره ورځ پۀ شا راځي. پکار خو دا وو چې مونږ مخ پۀ ترقۍ تلي وے خو بيا هم مونږ ورځ پۀ ښکته يو. زما خپل خیال دا دې چې پۀ خصوصي توګه زمونږ د نن دور د ځوانانو او څۀ حد پورې زمونږ د مشرانو هم دا خيال دې کۀ پۀ مونږ ايماندار خلق حاکمان شي نو مونږ تر ډېره حده ترقي کولې شو او زما پۀ خيال دا سوچ ئې تر ډېره حده ټيک هم دے ځکه چې مونږ پۀ کومه خاوره ژوند کوو پۀ هغې وسائل دومره دي چې د دنيا د طاقتورو قوتونو هم نۀ هضمېږي او هم دا وجه ده چې د کله نه پاکستان جوړ شوے دے نو دنيا دلته پۀ څۀ نه څۀ شکل کښې څۀ نه څۀ ډرامه کوي او خپل غرضونه پوره کوي.

    خو دلته سوال دا دے چې ايا پاکستان کښې اوسه پورې واقعي خلق د احتساب پۀ معنيٰ پوهېږي هم کۀ هسې ئې دا سندره غوږ کښې ټومبلې شوې ده چې د کرپټ بې ايمانه خلقو سره احتساب پکار دے؟ زما خو خپل نظر دا دے چې پاکستان او بيا پۀ تېره تېره د خېبر پښتونخوا خلق کله هډو د احتساب پۀ معنٰي پوهېږي نۀ او د هغې وجه دغه ده چې د دې خلقو خو د احتساب دا نعره خوښه ده خو پۀ دې نۀ پوهېږي چې احتساب به کوي څوک؟ احتساب به کېږي څنګه؟ احتساب پکار د چا دے؟ اصل کښې احتساب پۀ پاکستان کښې د خپلې معنې او نتیجې سره ‘سیاسي بلېک مېلنګ’ دے چې د سیاسي خلقو پېزواني ساتلو د پاره د یو اوزار پۀ توګه استعمالېږي. زۀ خو باور سره وایم چې د احتساب تور څومره د پښتنو مشران پۀ مخ د پورې کولو کوشش شوے دے، دومره به د يو قوم مشران هم دغه تورونو سره مخ شوي نۀ وي. د پاکستان د جوړېدو نه مخکښې چې پښتنو مشرانو سره کومې ډرامې کېدې، دا عمل تر نن ورځې روان دے خو يو پښتون قوم دے چې د احتساب د لفظ، معنې او نتیجې شعور ئې تر لاسه نۀ کړو. دا کومو خلقو باندې چې الزامونه ولګولے شي او بيا پرې څۀ ثابت نۀ شي، دا الزامونه کوم خلق او قوتونه لګوي؟ یقیناً چې هغه ریاستي غېر پارلېماني قوتونه پۀ دغه نامه خپله اټۍ چلوي چې خپله ‘ائیني طور ناقابلِ احتساب’ دي ـــ

    د خېبر پښتونخوا پۀ خاوره جوړ احتساب کمېشن چې کال دوه زره څوارلسم کښې د پاکستان د ټولو نه ‘پاک، شفاف، صاف او د تحریک انصاف سړي’ جوړ کړے ؤ، د هغې پۀ نن وخت کښې پوزيشن څۀ دے او تر اوسه ئې څومره کرپټ خلق نيولي دي، څومره بُوده ئې ترې کړې ده او څومره سزاګانې ئې خلقو ته ورکړې دي؟ بيا به مونږ پۀ دغه سوالونو هم پوهه شو چې پښتانۀ د احتساب پۀ مطلب څومره پوهېږي؟

    کال دوه زره اتم نه واخله تر دوه زره ديارلسم پورې صوبه خېبر پښتونخوا کښې عوامي نېشنل ګوند برسراقتدار ؤ. دې ګوند چې خپل پينځۀ کاله تر څو تېرول نو کۀ يو خوا د خپلې خاورې او خپل اولس د امن د پاره د دهشتګردۍ یو منظم تباه کن سېلاب سره مخ ؤ نو بل اړخ ته د دهشتګردۍ خلاف پۀ روان جنګ کښې د دهشتګردۍ او انتهاپسندۍ کېدونکي نقصان زورلي قوتونه هم د دې ګوند خلاف پۀ زوروره پراپېګنډه بوخت وو او د ‘کرپشن وائرس’ اثر ئې صوبه کښې خورولو. پاکستان کښې د دهشتګردۍ بنیاد هغه وخت ایښودے شوے ؤ چې کله د جهاد پۀ نامه افغانستان کښې فساد د پاره پاکستان د دغه جنګ برخه شوې وه او هغه وخت دې ته جهاد ویونکو به عوامي نېشنل پارټۍ باندې الزامونه لګول. کله چې د دهشتګردۍ دغه ناسور نېغ پۀ نېغه هم د دهشتګردۍ شکل کښې د طورخم پۀ کرښه راواوړېدو نو د جنرل پروېز مشرف دور کښې د شروع شوو ‘رد الجهاد’ عملیاتو هېڅ نتیجې نۀ وي. باجوړ، مومند، خېبر، اورکزئ او وزیرستان مکمل سقوط ؤ. سوات د بارودو ګودام ؤ او دې لړ کښې ټول اپرېشنونه ځکه کُلي طور ناکام وو چې کوم سیاسي حکومت به یا د وېرې یا د خپلو مفاداتو پۀ وجه دغه جنګ نۀ own کولو. )زۀ پوره ذمه وارۍ سره اوس هم دا خبره کوم چې دغه قوتونو لا تر دې دمه د دهشتګردۍ پۀ ضد جنګ ته خپل جنګ نۀ دے وئیلے. عن تر دې چې د اٰرمي پبلک سکول د اووۀ شلې، باچاخان پوهنتون د اتلس او زرعي پوهنتون د اتۀ ماشومانو پۀ وحشیانه قتل ئې هم دغه جنګ نۀ دے خپل کړے(.

    د دغه جنګ own کولو پۀ وجه ترهګرو د عوامي نېشنل پارټۍ پۀ ضد یو خونړے مهم شروع کړو. دې خونړو حملو کښې د ګوند دولس سوه پورې غړي، کارکنان او مشران ووژل شول )دا تسلسل هم دغه رنګ د شهید هارون بلور تر وینې رارسېدلے دے او میا افتخار حسېن پسې اوس هم زین کړي اسونه ګرځي(.

    د ترهګرۍ پۀ ضد جنګ کښې د عوامي نېشنل پارټۍ ډاګیز، مؤثر او مربوط فکري او عملي شرکت ته کتلو نه پس د دهشت ګردو خواخوږي غېر سرکاري تنظیمونو، ریاستي او غېر ریاستي قوتونو او سیاسي ګوندونو د ‘کرپشن’ پۀ نوم یوه مستقل پراپېګنډه د سوشل میډیا، اخبارونو او الېکټرانک میډیا تر لارې وچلوله. کۀ د ادارو لاس ئې د سر نه لرې شي نو د عمران خان د ارټیکل 62/63 لاندې نا اهلۍ د پاره د هغۀ دا ویډیو، اٰډیو او اخباري بیانونه هم کافي دي چې هغۀ به وئيل، ‘اسفندیار ولي خان دومره کرپشن کړے دے چې ملائشیا او دوبۍ کښې جائیدادونه او روزګارونه ودرولي دي.’

    د خپلې بې برغولي خولې خبرو کښې د ګېر عمران خان د تحریک انصاف حکومت چې خېبر پښتونخوا کښې پۀ وړومبي ځل جوړ کړے شو نو کال 2013 کښې ئې د ‘کرپشن فري’ پاکستان نعره پورته کړه. د تحریک انصاف یو اقتداري شراکت دار ګوند جماعت اسلامي د ‘خدا کی زمین پرخدا کا نظام’ نعره پرېښوده او ‘کرپشن فري پاکستان’ بیانیه ئې خپله کړه. ورسره د مېجر رېټائرډ افتاب احمد خان شېرپاو قومي وطن پارټي هم ودرېده )چې بیا دوه ځله هم دغه تحریک انصاف د کرپشن پۀ تور د اتحاد نه دننه بهر کړل(.

    خلق د دغه دعوو او پراپېګنډو دومره اثر کښې وو چې ګڼل ئې لکه د عمران خان او د هغۀ سره د راټول شوو صفا سوتره خلقو د حکومت راتګ سره به د حکومت خزانې ځکه ډکې شي چې دوي به دغه ‘لوټ شوې تالا شوې خزانه’ د کرپټ سیاستدانانو نه راوباسي. د ټولو نه وړومبے سرپرائز هغه وخت ورکړے شو چې د صوبې ټول تور سپین ئې د وزیر اعليٰ پۀ شکل کښې پروېز خټک ته ‘حلال’ کړل. څو ورځې تېرې نۀ وې چې د سرکار خپل خپلو کښې وران شول او د معدنیاتو د وزیر ضیاء الله اپریدي لۀ خوا پۀ وزیر اعليٰ پروېز خټک او د کابینې د غړو پۀ یو بل پسې د فائلونو راخستلو قیصه شروع شوه. دې خبرونو سره پۀ عمران خان چې اصل کښې De facto وزیر اعليٰ ؤ، دومره پرېشر راغلو چې کال دوه زره څوارلسم کښې ئې د ‘خېبر پښتونخوا احتساب کمېشن’ پرانسته وکړه او یو پخوانے جنرل حامد خان ئې د دغه کمېشن مشر وټاکلو. لکه څنګه چې د عمران خان پۀ یوه خبره کښې هم کمه نۀ لګي، د صوبائي احتساب کمېشن او د دې کمېشن د مشر پۀ دیانت، رښتینولۍ، غېر جانبدارۍ او خود مختارۍ ئې هم داسې مبالغو نه کار واخستو، څنګه چې ئې د کرپش کرپشن پۀ چغو کښې مبالغې کړې وې. کېدل څۀ وو؟ خو چې کمېشن ازادانه طور سره کار شروع کړو او ابتدائي څو کېسونه ئې رپورټ شول نو عمران خان لا نور هم پۀ هوا شو. دا خبره اوس ثابته شوې ده چې دغه ابتدائي مرحله کښې یو شمېر پښتانۀ افسران چې د خپل فرضِ منصبي د اهمیت او ذمه واریو نه خبر وو، هم د سیاسي انتقام پۀ توګه پۀ نخښه کړے شوي وو. بیا څۀ وشو؟ بیا د دغه کېسونو غوټې پرانستې کېدې او د صوبائي حکومت )بلکې د عمراني حکومت( د وزیر اعليٰ نه د هغه وړوکي سرکاري کارکن پورې هم پۀ خلقو کېسونه مخې ته راتلل شروع شول چې د پاکستان تحریک انصاف سره ئې تعلق ؤ.

    کله چې خبرونه د ډنډورې نه عملي کاروایۍ ته شول او ښکاره کېسونو کښې د مائننګ پۀ حواله د هغه وخت وزیر اعليٰ پروېز خټک قانوني چاره جویۍ سره مخ کېدو نو پۀ احتساب قانون کښې هم دغه د احتساب احتساب رمباړې وهونکي تحریک انصاف بدلون راوستو. د ثبوتونو څۀ کمے خو د ډي جي احتساب سره ځکه هم نۀ ؤ چې د معدنیات وزیر خپله د خپل وزیر اعليٰ خلاف والنټئیر د ثبوتونو پېشکش کړے ؤ. د عمران خان د حکومت لۀ خوا د احتساب کمېشن نه اختیارات اخستو باندې د دغه کمېشن ډي جي احتجاجاً استعفٰي ورکړه. کال دوه زره شپاړسم کښې چې کله حامد خان دغه استعفٰي ليکله نو دغه موقف ئې ؤ چې هغه کار ته نۀ پرېښودلے کېږي. بيا تر کال دوه اتلسم پورې دغه احتساب کمېشن بغېر د ډي جي کار ترسره کړو. پۀ دې موده کښې هم د پروېز خټک لۀ خوا يو کوشش وکړے شو چې د خپلې خوښې يو سړے د صوبائي اسمبلۍ پۀ ذریعه د احتساب کمېشن ډي جي ولګوي خو د اپوزيشن پۀ شور شرابه پروېز خټک پۀ خپل دغه مقصد کښې کامياب نۀ شو.

    دا یوه خبره دې پۀ رېکارډ وي چې کله پۀ خېبر پښتونخوا کښې د تحریک انصاف تېر حکومت د دغه احتساب کمېشن جوړولو اعلان وکړو نو د عوامي نېشنل پارټۍ پارلېماني لیډر سردار حسېن بابک پرې دا غږ کړے ؤ چې د صوبائي اېنټي کرپشن او نېب موجودګۍ کښې یوه بله داسې اداره جوړول به ډپلیکېشن پېدا کوي او د کېسونو د نوعیت پۀ حواله به کنفیوژن پېدا کېږي. بیا دغه درې څلور کاله کښې ولیدے شول چې زیاتره فائلونه د اېنټي کرپشن، احتساب کمېشن او نېب منځ کښې د یو مثلث شکل کښې چورلېدل او دا پته نۀ لګېده چې دغه فائل باندې کاروائي به څوک کوي.

    خېر، کال دوه زره اتلسم کښې د پاکستان تحريک انصاف حکومت ختم شو او د نوو ټاکنو )زۀ خو ورته سلېکشن وايم( پۀ نتيجه کښې يو وارې بيا د پاکستان تحريک انصاف حکومت پۀ خېبر پښتونخوا کښې راغے. یاده دې وي چې د انتخاباتو نه یو کال وړاندې د احتساب پۀ نوم هره صوبائي او وفاقي اداره د ‘الېکټېبلز’ پۀ تحریک کښې شاملولو د پاره د یو ډانګي پۀ شکل استعمال کړې شوه. د تحریک انصاف مشر عمران خپله یو شمېر مالي، قانوني او اخلاقي کېسونو کښې ګېر ؤ نو د هغۀ د تحریک انصاف خلق او ٰالېکټېبلز’ باندې خو به هډو خبره نۀ کوم. چې څنګه د پاکستان تحريک انصاف لۀ خوا د محمود خان پۀ شکل کښې نوے وزير اعليٰ راوستلے شو نو هغۀ د کابینې پۀ ړومبني اجلاس کښې دغه فېصله وکړه چې د خېبر پښتونخوا احتساب کمېشن اوس هېڅ کردار پاتې نۀ شو او وخت دے چې دغه کمېشن ختم کړے شي. خېبر پښتونخوا احتساب کمېشن د صوبائي کابينې د يو اجلاس د فېصلې پۀ نتيجه کښې ختم کړے شو او د صفایۍ لپاره حکومت هډو ضروري ونۀ ګڼله چې دغه فېصلې باندې يا نور سياسي ګوندونه پۀ اعتماد کښې واخلي او يا پرې د خېبر پښتونخوا اسمبلي پۀ اعتماد کښې واخستلې شي. د خېبر پښتونخوا احتساب کمېشن پۀ تېرو پينځو کالو کښې د خېبر پښتونخوا د اولس يو ارب او شپږ کروړه (1,060,000,000) روپۍ خرچ کړې دي، ولې کارکردګي ئې دغه ده چې پۀ پينځۀ کالو کښې د دغه ارب د پاسه خرچه باندې د یو افسر نه شل لکهه روپۍ بودې کړې دي!!! اوس د احتساب پۀ نعره پاکستان تحريک انصاف ته ووټ ورکوونکو نه باید چې دغه سوالونه وکړے شي چې ولې پۀ ټوله خېبر پښتونخوا کښې دغه يو کرپټ افسر ؤ چې احتساب کمېشن ونيولو؟ د پاکستان تحريک انصاف د حکومت نه اګاهو چې د عوامي نېشنل پارټۍ پۀ حکومت هم عمران خان کوم الزامونه لګول، ايا هغه دروغ وو؟ کۀ دروغ وو نو عمران خان بيا دا حق لري چې د خېبر پښتونخوا او پاکستان پۀ خلقو حکمراني وکړي؟ ایا د سیاستدانانو سیاسي کېرئیر پۀ ‘تاحیات ناهلۍ’ تباه کوونکے چیف جسټس دا نۀ ویني چې عمران خان یواځې د اسفندیار ولي خان پۀ حواله دوبۍ او ملائشيا کښې د جائیدادونو او کاروبارونو لرلو پۀ الزامونو د صادق او امین نۀ کېدو او نا اهل کولو اعلان کول نۀ دي پکار؟ هغه هم عمران خان دروغ وئيل؟ خبره ډېره ښکاره او سپينه ده چې د يو سوچ د لاندې د احتساب پۀ نعره د خېبر پښتونخوا خلق دهوکه کړے شوي دي او پۀ نورو صوبو کښې چې اولسي شعور نسبتاً د خپلو سیاسي مشرانو پۀ حواله روڼ دے، هلته دغه د احتساب نعره د الېکټېبلز پۀ تحریک انصاف کښې شاملولو د پاره استعمال کړې شوې ده. دغه د احتساب احتساب پۀ نعره بازۍ کښې د تېرو شپږو کالو نه پۀ خېبر پښتونخوا کښې د ترقۍ عمل ودرولے شوے دے، ځوانان او عام خلق د خپل قامي سياست او مشرانو نه متنفر کړے شوي دي؛ کۀ احتساب کېږي نو باید چې وشي خو پاکستان کښې کۀ اصل احتساب کېږي نو اول به د فوځيانو کېږي، بيا به د هغه ججانو کېږي چې مارشل او غېر جمهوري قوتونو له ئې لارې ورکړې دي او بيا به نمبر د سياسيانو راځي. هغه هم هاغه سياسيان چې کوم د چا پۀ اوږو سوارۀ راغلي دي، تحريکونو سره تړلي سياسيان به بيا هم د احتساب پۀ دغه عمل کښې ځلنده ستوري وي ولې چې دغه سياسيانو پۀ خپل سياست کښې حکومت کله کله کړے دے او جېلونه او سختۍ ئې ټول عمر ليدلې دي.

    د دې کرښو د لیکلو پورې چې د نېب لۀ خوا کوم فهرست د یو اویا (71) کسانو جاري کړے شوے دے؛ د هغې تر مخه د اسلام اباد نه درې (3)، پنجاب نه یویشت (21)، بلوچستان نه نهه (9) او د سندهـ او خېبر پښتونخوا نه نولس (19) نولس (19) نامې مخې ته راغلي دي. د اتفاق حسن ته پام وکړئ چې پۀ دې فهرست کښې د اتلسم ترمیم سره باقاعده خیانت شوے دے. د پنجاب نمائندګي پکښې ډېره کمه ده او نېب د دغه فهرست پۀ ذریعه د پنجاب د سیاسي قیادت او بیوروکراسۍ د پاک ثابتولو یو سائنسي کوشش کړے دے. سوال پېدا کېږي چې د پنجاب نمائندګي د پنجاب د ابادۍ او کارکردګۍ پۀ بنیاد دې فهرست کښې ولې نۀ ده؟ سندهـ او خېبر پښتونخوا د تحریک انصاف د نمائندګۍ باوجود نولس پۀ نولس پاتې شوي دي خو پخواني وزیر اعليٰ او اوسني وزیر دفاع پروېز خټک پۀ ‘ټاپ ټونټي’ کښې ځاے جوړ کړے دے. هغه ډېر ټېلنټډ سړے دے او مونږ ترې توقع لرلې شو چې کۀ لږ وخت نور هغه پۀ وزارت کښې پاتې شو نو پۀ وړومبي نمبر خو نۀ شي ځکه چې دغه نمبر ون د عمران خان د پاره reserve دے، البته پۀ دوېم نمبر به خامخا راځي. دې فهرست کښې کمال دا دے چې د پنځوس فیصده نه هم زیات تعداد پکښې د صاف او شفاف تحریک انصاف د خلقو دے. د تحریک انصاف شپږ دېرش (36) کسان پۀ دغه فهرست کښې شامل دي.

    اوس چې مونږ د احتساب د ډرامې روان قسط وینو نو څومره خلق چې هم د تحریک انصاف د سیوري لاندې دي، هغه کۀ هر څو نېک نامي نۀ لري، محفوظ دي. تر دې چې عمران خان، د هغۀ خور علیمه خانم، علیم خان، پروېز خټک او د جنرل مشرف د کابینې ټول وزیران مشیران چې اوس د تحریک انصاف حصه ده، محفوظ دي. کۀ محفوظ نۀ دي نو هغه خلق محفوظ نۀ دي چې سیاسي فکر او سیاسي ګوندونو سره تړون لري.

    د احتساب پۀ نوم چې کومه بیانیه او کوم مواد د ریاست لۀ خوا اولس ته د میډیا د سنسني خېزۍ پۀ ذریعه رسولے کېږي، وخت راتلونکے دے چې د پاکستان ریاست به پۀ دې هم راتلونکي کښې داسې ستومانه، پښېمانه او ملامته وي څنګه چې نن د ‘جهاد’ پۀ نوم شوي فساد باندې د ستومانه، پښېمانه او ملامته کېدو ‘مظاهره’ کوي.

    د پاکستان دننه د احتساب لنډه قیصه د عوامي نېشنل پارټۍ د جمهوري او پارلېماني سوچ مخه نیولو د پاره د دې پارټۍ پۀ ضد د ریاست د مسلسل پراپېګنډې نه پۀ ډاګه کېږي. د حمود الرحمان کمېشن رپورټ او د مهران بېنک سکېنډل نه واخله د پانامه لیکس او تېره ورځ د نېب لۀ خوا د یو اویا (71) نومونو جاري شوي فهرست نه ثابتېږي چې د پاکستان دننه یواځې د عوامي نېشنل پارټۍ قیادت دے چې د هر ډول تور نه پاک دے. پۀ اخبارونو او ټي وي ټاک شوز کښې د اسفندیار ولي خان اوپن چېلنج ثابتوي چې د پاکستان پارلېماني سیاست کښې یواځې اسفندیار خان صادق او امین دے.

    البته احتساب دلته د غېر جمهوري قوتونو یو اوزار دے او بس.

     

  • مثالي پولیس او روایتي سیاست – عامـر عالم

    “پۀ خېبر پښتونخوا کښې د پوليسنګ پۀ نظام کښې ښکاره بدلون راغلے دے ـــ خېبر پښتونخوا کښې د پوليس اېکټ وروستو پوليس پۀ مکمله توګه بااختياره شوي دي ـــ خېبر پښتونخوا يواځينۍ صوبه ده چې پکښې د پوليس ډپارټمنټ لپاره اصلاحات شوي دي ـــ”

    دا او داسې نورې ډېرې دعوې به زما اکثر لوستونکو اورېدلې هم وي او چې څوک دا دعوې ډېرې ډېرې کوي د هغوي د نومونو نه به هم خبر وي، زۀ ئې نوم اخستل نۀ غواړم ـــ خو د دغه دعوو پۀ ترڅ کښې به د خېبر پښتونخوا زمکني حقيقتونو ته ګورو او بيا به د محترم وزير اعليٰ پروېز خټک صاحب او د پاکستان تحريک انصاف د چئېرمېن عمران خان موقف ته ګورو چې هغوي د پوليسو د کارکردګۍ د ښکاره کېدو وروستو د پوليس پۀ نظام کښې بدلون له څۀ نوم ورکوي؟

    ‘مثالي پولیس’ ډېر ‘غېر سیاسي’ کړے شوي دي.

    د خېبر پښتونخوا د پوليسو د پوليس اېکټ د پاس کېدو وروستو ټولو نه لوے امتحان هغه وخت شروع شو کله چې پۀ مردان عبد الولي خان پوهنتون کښې د توهين رسالت پۀ تور کښې د جرنلزم د څانګې زده کوونکے مشال خان د يو هجوم پۀ لاسو شهيد کړے شو. د دغه پېښې وروستو څۀ وشو، پۀ هغې هم خبره کوو خو د ډي اېس پي پۀ موجودګۍکښې د مشال خان مرګ د ټولو نه اوله د پوليس پۀ مخ څپېړه وه. کۀ دا خبره نۀ کوو چې د مشال خان به پوره وه نو بيا د ټولو نه اول د مشال خان د مرګ ذمه وار هم د تبديلي سرکار مثالي پوليس دي، ولې کۀ يو هوائي ډز د پوليسو لۀ خوا کړے شو نو دغه غازيان چې د رحمت اللعالمین صلي الله علېه وسلم پۀ نوم ئې يو بې ګناه طالبعلم وژلو، د هغوي منډې به دې ټول پاکستان ليدلې وې، لکه نن چې څنګه د هغوي وارثان د هغوي د شهادت پۀ ځاے د هغوي ازادۍ د پاره ټول ډکي پۀ لاس کښې نیولي ځغلي ـــ خو لۀ بده مرغه د مشال خان د شهادت پۀ وخت زمونږ مثالي پوليسو تماشه کوله او بيا ئې دغه کرېډېټ هم اخستو چې پۀ ډېره ښه طريقه ئې د مشال خان مړے د پوهنتون د احاطې نه راویستے دے ـــ شاباش!!! ـــ يو يو سلوټ شئ!!! اوس راځو د مشال خان د کېس د ګرفتاریو او تفتيش اړخ ته او د مشال خان کورنۍ سره د عمران خان لۀ خوا د شوې وعدې اړخ ته ـــ د مشال خان د خور ستوريه خان پۀ قول چې هغوي سره د پاکستان تحريک انصاف د چئېرمېن لۀ خوا دا وعده شوې وه چې نۀ صرف پوليس د مشال خان قاتلان نيسي، بلکې د هغوي د تحفظ د يقيني کولو سره سره به د هغوي د تعليم هم مناسب بندوبست کولے شي خو لۀ بده مرغه دغه وعده هم لا د عمران خان صاحب لۀ خوا د مشال خان کورنۍ سره نۀ ده پوره کړې شوې او د هغې ښکاره مثال د اقبال لالا پۀ انګلېنډ کښې کړے تقرير دے. د مشال خان خوېندې اوس هم پوهنتون او سکول ته نۀ ځي.

    اوس راځو د مشال خان د قتل د ملزمانو اړخ ته ـــ د خېبر پښتونخوا د مثالي پوليسو پۀ قول چې هغوي د مشال خان قتل کېس کښې پۀ نامزد يو شپېتۀ ملزمانو کښې اتۀ پنځوست ملزمان نيولي او د هغوي کېس هم منطقي انجام ته رسېدونکے دے خو ورسره دا نۀ وائي چې د مشال خان د قتل مرکزي ملزم د تور خان زوے عارف چې د پي ټي اٰئي د مردان تحصيل کونسلر دے، هغه ولې نۀ دے نيولے شوے؟ هم دا شان مثالي پوليس دا هم نۀ وائي چې د مشال خان کېس کښې د ترهګرۍ دفعې نهه مياشتې پس شاملې کړې شوې دي. پۀ هغه وخت کښې غېر سياسي پوليس د سياسيانو پۀ داسې ولقه کښې وو چې د ډېرې وېرې ئې د مشال خان کېس کښې د ترهګرۍ دفعات هم نۀ شاملول. اوس چې د مشال خان شهید د کېس فېصله د فرورۍ پۀ اووم تاریخ مخې ته راتلونکې ده، خو مونږ دې د دې حقیقت نه انکار ونۀ کړو چې د ‘تبدیلي’ سره نتي څۀ مرکزي کردارونه چې ځانونه ئې پۀ دې مقدمه کښې هیروګان کول، د رانیولو پۀ ځاے پۀ نورو سیاسي ګوندونو داسې ګوتې پورته کړې شوې لکه چې صوبه کښې د هغوي حکومت وي او یا لکه چې پۀ اسلام اباد کښې پۀ ټټ ټوټ هغوي د اېمپائر مسواکې ګوتې نېغېدو ته ناست وي.

    د غېر سياسي پوليسو دوېم امتحان هغه وخت شروع شو کله چې د څو با اثره خلقو لۀ خوا شريفا بي بي نومې يوه جينۍ لوڅه پۀ لارو کښې وګرځولې شوه او پۀ ځواب کښې غېر سياسي پوليسو هم د هغه بااثره خلقو پۀ وېنا د شريفا بي بي پۀ ورور اېف اٰئي اٰر درج کړو. ولې پۀ مېډيا کښې د پرېشر جوړېدو وروستو پوليسو د جينۍ پۀ ورور درج اېف اٰئي اٰر واپس کړو او د با اثره ملزمانو خلاف اېف اٰئي اٰر درج کړے شو، ولې پۀ واقعه کښې ککړ پۀ نهه ملزمانو کښې اتۀ ملزمان هم نيولي شوي خو د واقعې مرکزي ملزم سجاول لا تر دې دمه مفرور دے او د پاکستان نمبر ون او غېر سیاسي پوليس د څو مياشتو تېرېدو باوجود هم د پټواري سجاول پۀ نيولو کښې د ناکامۍ سره مخ دي. ذرائع دا هم وائي چې غېر سياسي پوليس د صوبائي وزير علي امين ګنډاپور لۀ وېرې د سجاول پۀ نيولو کښې د ناکامۍ سره مخ دي. پۀ دې خبره کښې څومره حقيقت دے، بس دا به ووايو چې والله عالم ـــــ

    د غېر سياسي پوليسو بل امتحان پۀ پنځلسمه جنورۍ هغه وخت شروع شو چې کله د نامعلومه خلقو لۀ خوا د مردان پۀ ګوجرو ګړهۍ کښې څلور کلنه عاصمه د جنسي زياتي وروستو ووژلې شوه او د هغې مړے پۀ پټو کښې وغورځولے شو. د عاصمه کېس هم د قصور د زېنب پۀ رنګ ؤ. قصور کښې هم د زېنب مړے د هغې لواحقينو پۀ خپله پېدا کړے ؤ او مردان کښې هم د عاصمه مړے د هغې لواحقينو پۀ خپله پېدا کړے ؤـــ خو بيا خېبر پښتونخوا کښې مثالي پوليسو دا ظلم وکړو چې پوسټ مارټم رپورټ ئې څو ورځې د مېډيا نه پټ ساتلے ؤ. دا خو دې خداے حمايت الله مايار ژوندے لري چې هغۀ د عاصمه کېس اوچت کړو او پۀ نړۍ ئې ومنله چې مردان کښې هم زمونږ یوې لور سره د قصور د زېنب پۀ رنګ ظلم شوے دے. د زېنب قاتل ونیولے شو، عدالت ته پېش کړے شو او کیفر کردار ته به هم ورسي.

    پۀ اوولسمه جنورۍ پوليسو هم د پرېشر جوړېدو وروستو عاصمه سره د جنسي زياتي تصديق وکړو او د هغې وروستو پۀ علاقه کښې د دوه سوه نه زيات شکمن خلق پۀ دغه کېس کښې شامل تفتيش کړے شوي دي، خو لۀ بده مرغه تر اوسه د عاصمه قاتل هم د مثالي پولسيو لۀ خوا نۀ دے ګرفتار کړے شوے. هم داشان د مثالي پوليسو پۀ موجودګۍ کښې يو بل د ظلم داستان مخې ته راغے. پۀ کوهاټ کښې د پاکستان تحريک انصاف د ضلعي صدر د ورارۀ لۀ خوا د اېبټ اباد میډيکل کالج د تهرډ ائير طالبعلمه عاصمه راني صرف پۀ دې جرم ووژلې شوه چې عا صمه راني د دغه قاتل سره د رشتې نه انکار کړے ؤ. د عاصمه راني د وژلو وروستو پۀ پينځو ګېنټو کښې دننه دننه دغه قاتل د ملک نه پۀ تېښته کښې هم بريالے شو خو خداے شته کۀ مثالي پوليس د ځاے نه هم خوځېدلي وي او د عاصمه راني خاندان سره د ظلم د پاسه ظلم د صوبې وزير اعليٰ او د کوهاټ نه د پاکستان تحريک انصاف اېم اېن اے شهريار اپريدي وکړو. شهريار اپريدي پۀ خپل موقف کښې وئيل چې قاتل مجاهد اپريدې بې قصوره دے ځکه چې هغه خو د يوکال نه زيات وشو چې د ملک نه بهر دے او وزير اعليٰ صاحب وئيل چې دا رنګ کېسونه به کېږي، زۀ دا رنګ واقعات نۀ شم ودرولے. د عاصمه راني خاندان مطمئن دے؟ د عاصمه راني خاندان څومره د پوليسو د کارکردګۍ نه مطمئن دے، د هغې اندازه د عاصمه راني د خور پۀ وېډيو پېغام کښې کېږي. دا دعويٰ هم د عاصمه راني د کورنۍ لۀ خوا کېږي چې د پي ټي اٰئي د ضلعي صدر د ورارۀ پۀ ضد ‘مثالي پولیس’ ته شکایت هم شوے ؤ خو هغوي پرې د ‘غېر سیاسي’ کېدو پۀ وجه غوږ هم نۀ ؤ ګرولے او نتیجه کښې ئې یوې معصومې ژوند وبائیلۀ.

    خېبر پښتونخوا کښې د پولیس پۀ نظام کښې څومره بدلون راغلے دے، اوس خو چيف جسټس اٰف پاکستان هم ومنله!!! د چيف جسټس ريمارکس به تاريخ د عمران خان د دعوو پۀ رڼا کښې ټول عمر ياد ساتي. چيف جسټس اٰف پاکستان پۀ خپل ريمارکس کښې د نمبر ون او مثالي پوليس پۀ حوالي وائي چې ‘ما خو اورېدلي وو چې د خېبر پښتونخوا د پوليسو پۀ نظام کښې ډېر بدلون راغلے دے، تاسو سره د تفتيش هېڅ طريقه کار نشته!!! د اٰئي جي موجودګي دلته ضروري وه، اٰئي جي چرته دے؟ د ملزم نۀ ګرفتارېدل د پوليسو کمي ده’، دا ريمارکس وو د هغه چيف جسټس اٰف پاکستان چا چې د نواز شريف د نا اهلۍ فېصله ورکړې وه او پي ټي اٰئي واله پرې د جشن تر حده د خوشحالو اظهار کړے ؤ.

    د دعوو د رښتيا ثابېتدلو يواځينۍ طريقه دا وي چې دغه دعوو ته د زمکني حقيقتونو پۀ رڼا کښې وکتلے شي. د تېرو څو مياشتو دوران پۀ خېبر پښتونخوا کښې مخې ته راتلونکي زړۀ دردوونکي واقعاتو کښې د پوليس غفلت او غلطيانې داسې پۀ ډاګه شوې دي چې اوس ئې د پي ټي اٰئي خپل ورکران هم تائيد نۀ شي کولے. د دغه غلطيانو او کوتاهیو وروستو کۀ هم څوک د پوليس د اصلاحاتو او ښې کارکردګۍ سندرې وائي نو بيا دا فېصله هم تاسو وکړئ چې خېبر پښتونخوا کښې د پولیس پۀ نظام کښې څومره بدلون راغلے دے؟؟؟ ورسره دا فېصله هم تاسو وکړئ چې ايا د تبديلۍ پۀ نوم سياست کوونکي او حقيقتونه د پښو لاندې کوونکي هم روايتي سياست نۀ کوي؟؟؟

    ‘مثالي پولیس’ دومره ‘غېر سیاسي’ دي چې پۀ صوبه کښې څومره هم غټ غټ کېسونه شوي دي، پۀ هغې کښې د تحریک انصاف لیډر شپ پۀ څۀ نه څۀ حواله ملزم دے او کمال دا دے چې د خپل غېر سیاسي کېدو پۀ وجه مثالي پولیس یو هم مرکزي کردار نیولے نۀ دے. د دې کرښو لیکلو پورې د تحریک انصاف د یو بل مرکزي مشر مشتاق غني د ورور پۀ کور کښې یوې ماشومې سره جنسي زیاتے شوے. دې لړ کښې د غېرسیاسي مثالي پولیس کارکردګۍ باندې د وخت نه وړاندې بدګماني نۀ شو کولے.

  • پراجېکټ پشاور پښتنو پسې د تبدیلي سرکار ملنډه – عامر عالم

     

     

    د صوبائي حکومت د سېلګرۍ د محکمې (TCKP)

    پهٔ مرسته ګڼ ژبيز ټيلي فلم

    پراجېکټ پشاور

    پښتنو پسې د تبدیلي سرکار ملنډه

    “پراجېکټ پشاور” ــــ د خېبر پښتونخوا حکومت د يوې بلې ترقياتي منصوبې نوم نۀ دے کوم چې د اعلان کولو وروستو پۀ شا وغورځولے شي او د کرېډېټ اخستو پۀ چکر کښې ئې کله کله وزير اعليٰ صاحب اعلان کړي ـــ لکه د “پشاور اپ لفټ پراجېکټ” پۀ نوم يا د يو بل پراجېکټ پۀ شان ـــ “پراجېکټ پشاور” پۀ اصل کښې هغه ټيلي فلم يا د دې د ډائرېکټر او پروډيوسر پۀ قول هغه فلم دے کوم چې څو ورځې وړاندې د نمائش پۀ توګه د خېبر پښتونخوا حکومت پۀ مالي مرسته نشترهال پېښور کښې وړاندې شوے دے.

    فلمونه د قامونو او معاشرو پۀ ذهني تشکيل کښې مهم کردار لوبوي او دا هم يو حقيقت دے کۀ د خېبر پښتونخوا سنېماګانې فعال وې نو خېبر پښتونخوا کښې به کله هم د ترهګرۍ اور پنځوس زره خلق نۀ خوړل.

    زۀ د خېبر پښتونخوا حکومت د انقلابي “تبدیلۍ” دې  “پراجېکټ پشاور ته ته راځم ـــ

    “پراجېکټ پشاور” د هالېنډ د سوشل ميډيا د يو استعمال کوونکي نه ګېر چاپېره تاوېږي. د دغه فلم پۀ تکنيکي غلطيانو خبرې نۀ کوو ـــ پۀ جرنلزم کښې چې د فلم کومه موضوع مونږ ته ښودلې کېږي، د هغې پۀ حساب پۀ دغه فلم کښې ډېرې غلطيانې دي خو بيا هم دغه فلم ځوانانو جوړ کړے دے او هر څو کۀ زۀ د دې فلم پۀ تکنیکي اړخ لیکل نۀ کوم نو زۀ ئې دغه تکنیکي تېرونو نه صرفِ نظر کوم.

    د فلم پۀ سټوري بورډ او د هغې نه د راپورته کېدونکې نتيجو خبره کوم. د هالېنډ دغه تن چې د دې فلم مرکزي کردار دے، د سوشل مېډيا پۀ ذريعه د پېښور پۀ يوې پښتنې جينۍ مئين شي. دغه دواړه د سوشل میډيا مئېنان شپه او ورځ يو بل سره خبرې کوي او کله کله پکښې د وادۀ خبرې هم وشي. بيا د ورځو نه يوه ورځ وي چې دغه جينۍ خپل دغه مئېن سره خبرې کوي او دغه دوران کښې څو کسان دغه جينۍ اغواء کړي. د هالېنډ دغه مئین صرف د جينۍ اواز واوري خو دا ورته پته ولګي چې جينۍ تښتوونکے څوک دے؟ د هغۀ يو تصوير د دغه مئېن پۀ لاسو راشي او دغه مئېن فېصله وکړي چې د هالېنډ نه به پېښور ته ځي او د خپلې دغه معشوقې پته به لګوي. بيا دغه مئین پېښور ته راځي او دلته د دغه جينۍ پلټنې پېل کوي. د پلټنو دوران دغه مئین هم د هغه اغوا کارو پۀ لاسو ورځي کومو اغوا کارو چې دغه جينۍ تښتولې وي. بيا دغه اغوا کار د هالېنډ د دغه تن نه د پېسو مطالبه کوي او دغه مئین پېسې ورکوي.

    د خلاصي وروستو هم دغه مئین ته خپله معشوقه  نۀ ملاوېږي او دے دا ګيي چې لکه جينۍ دغه اغوا کارو يا مړۀ کړې ده او يا ئې ورسره بد فعلي کړې ده. پينځۀ مياشتې دغه مئین نورې هم پۀ پاکستان کښې تېروي او پاکستان کښې جوړې د هالېنډ سفارت خانه کښې د دغه پينځو مياشتو دوران د “پراجېکټ پشاور” پۀ نوم يو کتاب ليکي چې هغې کښې د هغۀ د عشق دغه ټول داستان بند وي.

    کله چې د هالېنډ پۀ سفارت خانه کښې د دغه کتاب د مخکتنې دستوره پېل شي او دغه مئین د سفارت خانې نه بهر راوځي نو څۀ ګوري چې هم هغه د دۀ معشوقه هم هغه اغوا کار سره پۀ يو ګاډي کښې ناسته وي او هم دلته د فلم احتتام کېږي او اخر کښې پکښې دا ليکلے کېږي چې د سوشل مېډيا ماهرينو سره هم داسې کېږي لکه څنګه چې دغه ځوان سره وشو.

    اوس دلته سوال دادے چې اٰيا لکه د دې فلم د پروډيوسر “خېبر پښتونخوا حکومت” هم دا ګيي چې د پېښور خلق اغوا کار دي؟ د خېبر پښتونخوا د سياحت محکمه هم دا ګڼي چې د پېښور ښځې د پېسو لپاره هر حد ته تلې شي؟ د خېبر پښتونخوا د سياحت محکمې مشير هم دا ګڼي چې د پېښور خلق دوه نمبري دي؟ د خېبر پښتونخوا د سرکاري مشينرۍ سیکرټري هم دا ګڼي چې د پېښور خلق وحشيان دي؟ د پېښور خلق هم دومره بد رنګ دي څومره چې پۀ دغه فلم کښې ښودلے شوي دي؟ دا فلم پۀ دې وطن کښې د سېلګرۍ (Tourism) د ودې او پروموشن د پاره جوړ شوے دے کۀ د پښتنو د روایاتو د مخ تورولو د پاره دا سرکاري خرچه د پښتنو د جېبونو نه د ورکړے شوو ټېکسونو نه شوې ده؟

    زۀ دا سوالونه د دې فلم د لیکونکي، د دې ډائرېکټر، د دې فلم د پروډیوسرانو او د صوبائي حکومت د هغه چارواکو نه کوم چې د “ډینګي ډانس” مخنیوي د پاره دومره مصروف دي چې د پنجاب د صحت وزارت ته دلته د راتلو هډو ضرورت پېښ نۀ شو او ځکه دوي ته وخت هم پۀ لاس ورنۀ رغلو چې د دې فلم پۀ قیصه ځان پوهه کړي او مناسب اقدام وکړي.

    د دې فلم مرکزي خیال چا ورکړے؟ دا فلم چې هر څنګه جوړ شو، پۀ سرکاري سرپرستۍ کښې دا فلم پۀ نشترهال کښې د سلګونو ښځو او سړو پۀ وړاندې د چا پۀ منظورۍ پېش کړے شو؟ دې فلم کښې د پښتون وطن دننه د سېلګرۍ صنعت ته وده ورکولو د پاره پېغام، منظر او خبره کوم ځاے ده؟

    پۀ درېو ملکونو کښې د دې فلم د عکس بندۍ دعوې پسې نۀ ځم، ځکه چې دا خو هډو ښکاري نۀ چې د دې فلم تیارۍ د پاره کومه منصوبه بندي شوې ده ـــ کېمره ورک ئې هم د ادنيٰ درجې نه لاندې دے ـــ بهر حال پۀ دې خبره پوهېږو چې پۀ ګڼو ملکونو کښې د فلم د تیارۍ دعويٰ، ګڼو ژبو کښې د دې د پېشکش لاپه او پۀ انګرېزۍ کښې د دې نوم ایښودل د پېسو ګټلو د پاره ښۀ سوچ دے خو دغه فلم د پېښور نوم سره تړل او بیا پکښې د پېښور د خلقو د علامت پۀ شا د پښتنو مجموعي کردار کشي کول پۀ یو صورت کښې هم د برداشت نۀ دي. دا فلم مقامي خلقو د پاره د ذهني کوفت باعث دے.

    د ترهګرۍ پۀ ضد جنګ کښې د پېښور د ژوبل ژوبل وجود احساس هغه خلقو سره هم دے چې نۀ خو پۀ دې ښار کښې پاتې شوي دي او نۀ ئې دې ښار سره د ژبې، کلتور، وینې او مینې رشته لرلې ده ـــ د نړۍ یوې لویې برخې ته د ترهګرۍ پۀ ضد روان جنګ کښې د پېښور د قربانیو تصویر وړاندې کولو، د دې خاورې فطري مینه، مېلمه پالنه، رنګونه او خویونه د دې متقاضي وو چې پۀ یو فلم کښې وړاندې شوي وے ـــ اٰیا دا فلم دغه اهداف پوره کوي؟ اٰیا صوبائي حکومت د دې فلم مرکزي خیال، تهیم، پلاټ او پراډکشن پۀ دې فلم د قام د پېسو شیندلو نه وړاندې د ځان پوهولو یا کم از کم د ځان خبرولو تکلف کړے ؤ؟ اٰیا صوبائي حکومت دې نه خبر ؤ چې د دې فلم قیصه به د صوبې پۀ مجموعي حالت څۀ اثرات پرېباسي؟

    د فلم وړاندې کولو نه اګاهو وئیلے شوي وو چې پېښور چې د ګندهارا تهذیب کور پاتې شوے دے، دا پۀ یوه زمانه کښې د دې سیمې لوے تجارتي مرکز ؤ او دلته نه تېرېدونکي “خېبر سفاري ټرېن” به د دې ښار د سېلګرۍ د پاره مهم کردار ادا کوۀ ـــ د تېر وخت دغه منظرونه پۀ دې فلم کښې ښودلے شوي او د دې منظرونو پۀ شا پېښور یو ځل بیا دغسې پُرامنه، منظم او مترقي جوړولو د پاره دې فلم کښې مرکزي خیال ښودلے شوے دے. د فلم پرومو کښې لاپه شوې وه چې د پېښور تاریخي مقامات به د دې فلم برخه وي ـــ خو چې فلم وښودلے شو نو د ګندهارا تهذیب، د تجارتي منظر او د خېبر سفاري ټرېن پۀ ځاے پکښې د دې ښار او د دې ښار د خلقو پۀ مخونو تور پورې کړے شوي وو.

    د یو پښتون پۀ حېث چې دې فلم ما ته کوم اذیت راورسوۀ نو زۀ ئې لفظونو کښې اظهار نۀ شم کولے. زما یو متشدد مخ دنیا ته ښودونکي پښتو فلمونه او د اٰئي اېس پي اٰر تر پراډکشن لاندې اردو فلمونو یادولو باندې نن د دې فلم پۀ لیدلو زما زړۀ کښې راغلل چې دغه فلمونه خو بیا هم ما د څۀ غلطې نظریې او جهالت پۀ وجه متشدد ښائي، خو دلته زما د خپلې صوبې د یو مېره او پردي حکومت پۀ وجه زۀ د یو بې اخلاقه، بې کرداره او پرېوتي سوچ څښتن ښودلے کېږم!!!!!

    غږ شوے چې پېښور شړشم کولو نه پس دا فلم پۀ لاهور کښې نمائش د پاره وړاندې کېدونکے دے.

    د دې فلم د کتونکو، د پښتونخوا د سِول سوسائټۍ، د پېښور د صحافیانو او د دې فلم ښودلو پۀ وخت رابللے شوو اداکارانو )چې ډېره پۀ سپینو سترګو ئې دغلته سپکاوے هم وکړے شو( وېنا ده چې دا فلم پۀ پېښور او د پېښور پۀ اوسېدونکو پسې وشته ملنډه ده.

    پېښور د دې ځاے د مقامي خلقو او د پښتون وطن د هرې سیمې نه دلته د ملازمت یا روزګار د پاره د راغلو خلقو یو شریک کور دے. د پېښور مخ داسې نۀ دے، څنګه بدرنګه او سپک چې پۀ دې فلم کښې ښودلے شوے دے.

    د ټولو نه وړومبے خو دې حکومت پۀ نورو ښارونو کښې د دې فلم پۀ سکریننګ بندېز ولګوي ـــ صرف پۀ دې ملک کښې نۀ، بلکې د یو قانوني نوټس تر لارې دې هر چرته دا فلم تر هغه وخته نۀ وړاندې کوي ، تر څو چې د فلم پۀ پرومو کښې د فلم د جوړوونکو او د صوبائي حکومت لۀ خوا دا وضاحت نۀ وي شوے چې فلم کښې د هغوي دعوې د پاره کومه خبره یا کوم منظر بطور ثبوت پېش کېدے شي؟ کۀ صوبائي حکومت اوس خپل سر پۀ دې وینځي چې دا فلم مونږ د نوو کارکوونکو او ټېلنټ حوصله افزایۍ د پاره مالي طور سپورټ کړے دے نو دا وضاحت دې هم وکړي چې اٰیا د فلم مټېریل، قیصې، اثر او تاثر ته کتلے شوي وو؟

    کۀ فلم نورو ښارونو ته هم ولېږلے شي نو دا به قصداً د سیمې د خلقو جذباتو سره لوبې کولے وي او “پېښور” ته به دا حق حاصل وي چې د “پراجېکټ پشاور” پۀ جوړولو د دې ټیلي فلم د لیکوال، پروډیوسرانو او ډائرېکټر سره سره د صوبائي حکومت نه د خپل توهین تپوس پۀ ائیني او عدالتي طریقه وکړي.

    پېښور کښې د بدلون پۀ نامه روانې ډرامې کښې منظرونه ډېر بې باکه، بې ترسه، بې سوچه، بې شرمه او بې پته شول. د دې مخنیوي د پاره باید ټول پېښور پۀ یو رنګ او یو ننګ راپورته شي او خپل تپوس وکړي. مونږ چا له هم د دې خبرې اجازت نۀ ورکوو چې زمونږ د زرګونو کلونو تهذیب او زمونږ ښکلي کلتوري رنګونه دې د پېسو او کمېشنو د پاره نړۍ ته بدرنګه وښائي.

  • د خېبر پښتونخوا نازولے احتساب کمېشن – عامر عالم

    د خېبر پښتونخوا د احتساب کمېشن د نوم اورېدو سره سم ما ته د خپل پلار هغه ملګرے راياد شي کوم چې د غېر قانوني کار د نوم نه پۀ خوب کښې هم وېرېدو، خو پۀ اخري وخت کښې ورته خداے پۀ قهر شو او ایډيشنل سېکرټري تعينات شو. د خداے کړۀ وو، سېکرټړي صاحب خپلو بچو له هېڅ هم ونۀ کړل بلکې تر اوسه پۀ پېښور کښې د کرایه پۀ کور کښې ژوند کوي،د ريټائرمنټ نه وروستو د احتساب کمېشن نېک نظر پرې پرېوتو او د روژې پۀ بابرکته مياشت کښې هېڅ بې هېڅه ونيولے شو. يوه مياشت احتساب کمېشن ځان سره وساتو خو هېڅ رېفرنس ئې پرې تيار نۀ کړے شو او پېښور هائيکورټ د اختر نه يوه ورځ وړاندې با عزته پۀ ضمانت خوشے کړو. زما د پلار هغه ملګرے يوه مياشت پس خپل کور ته راورسېدو خو پۀ خپل خوشي کېدو دومره خفه نۀ ؤ څومره چې پۀ خپلو نيولو خفه و، خو بيا څۀ کېدے شو؟ هغه خو د عمران خانۍ بدلون پۀ خپله ولقه کښې اخستے ؤ خو ځه يره! د خپل پلار دغه ملګرے به پرېږدم ـــ خپلې مقصدي خبرې ته به راشم او د خپل قام پۀ وړاندې به د خېبر پښتونخوا احتساب کمېشن د کارکردګۍ جاج واخلم.

    احتساب څنګه کېږي او څوک ئې کوي، دا خبرې به د خېبر پښتونخوا د خلقو پۀ وړاندې کېږدم.

    د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ احتساب کمېشن د خېبر پښتونخوا موجوده صوبائي حکومت پۀ کال دوه زره څوارلسم کښې د يو اېکټ لاندې د دغه نعرې سره پۀ وجود کښې راوستے دے چې د خېبر پښتونخوا د هغه ټولو کرپټ خلقو احتساب به پرې کوي کوم چې د سرکاري وسائلو پۀ غلط استعمال کښې ککړ وي. دغه اېکټ هم لکه د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ د نورې قانون سازۍ دومره پۀ تادۍ کښې جوړ شوے دے چې تر اوسه پکښې د صوبائي اسمبلۍ لۀ خوا بې شمېره تراميم راوړے شوي دي. د دغه ترميمونو سره کۀ هر څو د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ اپوزيشن ګوندونو پۀ يو وخت کښې هم ملګرتيا نۀ ده کړې خو بيا هم د پاکستان تحريک انصاف کهلاړيانو،د جماعت اسلامي غازيانو )خېبر بېنک کښې د شوې غزا( او د قومي وطن پارټۍ وزيرانو او ممبرانو )د خپلو نیمچه وزارتونو او ممبرشپونو د بحال ساتلو پۀ هیله( د خپل عددي اکثريت پۀ بنياد د اپوزيشن ګوندونو ترميمونه بلډوز کړي او د خېبر پښتونخوا لپاره ئې احتساب اېکټ کله پۀ يو شکل او کله پۀ بل شکل کښې مخې ته راوړے دے.

    د خېبر پښتونخوا احتساب کمېشن کارکردګي څۀ ده؟ دا جاج کۀ وروستو واخلو نو ښه به وي. اول به د خېبر پښتونخوا احتساب کمېشن صحافتي احتساب وکړو چې دومره واضحه شي چې دغه اداره چې د احتساب لپاره جوړه ده، اٰیا د احتساب جوګه هم ده کۀ نه؟

    د خېبر پښتونخوا احتساب کمېشن احتساب مونږ نۀ د ضياء الله اپريدي د الزامونو نه شروع کوو او نۀ د اپوزېشن ګوندونو د سياسي خبرو نه، بلکې دغه جاج مونږ پۀ هغه وائټ پېپر اخلو کوم چې د خېبر پښتونخوا احتساب کمېشن خپل يو افسر برېګېډئير طارق جوړ کړے دے. د بر يګېډئير طارق دغه وائټ پېپر چې پۀ يو سل او درې صفحو اډانه دے، پکښې ځاے پۀ ځاے دغه انکشافونه کېږي چې احتساب کمېشن کښې د ډي جي احتساب کمېشن نه واخله تر د ډائرئکټرانو، اېډيشنل ډائريکټرانو او انوسټي ګېشن افسرانو پورې خلق پۀ غېر قانوني طريقې سره بهرتي کړے شوي دي. بريګېډئير طارق پۀ خپل دغه وائټ پېپر کښې دا انکشاف هم کړے دے چې احتساب کمېشن کښې صوبائي حکومت او نورو متعلقه خلقو د اهل خلقو پۀ ځاے خپل خپل خلق بهرتي کړي دي او د هغوي پۀ ذریعه د احتساب پۀ نوم د جعلي تبدیلۍ روزګار روان دے. هم دا شان پۀ دغه وائټ پېپر کښې دا انکشاف هم شوے دے چې د احتساب کمېشن يو شمېر افسران پۀ جعلي دستاوېزاتو هم بهرتي کړے شوي دي. هم دا شان داسې افسران هم پۀ احتساب کمېشن کښې پۀ سفارش بهرتي کړے شوي دي د چا چې يا عمر د مطلوبه عمر نه زيات دے او يا ئې تجربه د نيشت برابر ده، ولې د هغې باوجود هم دغه افسران د چا د خوشحالۍ لپاره پۀ احتساب کمېشن کښې بهرتي کړے شوي دي. هم دا شان د بريګېډئير طارق د وائټ پېپر نه دا انکشاف هم کېږي چې يو شمېر افسران بغېر د څۀ درخواسته پۀ احتساب کمېشن کښې بهرتي کړے شوي دي، يعني کۀ چا د يو پوسټ لپاره اپلائي هم نۀ وي کړې او د وزيرا عليٰ صاحب يا عمران خان منظورِ نظر وي نو هغه به د احتساب کمېشن برخه وي.

    د بريګېډئير طارق پۀ دغه وائټ پېپر کښې پۀ دېرشمه پاڼه د قائم مقام ډي جي برېګېډئير سجاد احمد پۀ تعيناتۍ کښې د بې ضابطګۍ نشاندهي شوې ده. د برېګېډئير سجاد احمد پۀ حواله بريګېډئير طارق ليکلي دي چې قائم مقام ډي جي برېګېډئير سجاد احمد د ډائريکټر انوسټي ګېشن پۀ پوسټ هم د اهليت پۀ لحاظ نۀ ؤ پوره، ولې د هغې باوجود هم هغه د ډائريکټر اېچ اٰر پۀ څوکۍ تعينات کړے شو او اوس پۀ موجوده وخت کښې د احتساب کمېشن د ډي جي پۀ حېث خپلې ذمه وارۍ تر سره کوي. د برېګېډئير سجاد احمد د تعيناتۍ پۀ حواله پۀ دغه وائټ پېپر کښې دا انکشاف هم شوے دے چې احتساب کمېشن سره د هغۀ د تعيناتۍ هم هېڅ قسمه رېکارډ نشته، ولې د هغې باوجود هم هغه نۀ صرف تعينات دے بلکې ورځ پۀ ورځ ورته ترقۍ هم ورکولې کېږي. هم دا شان د وائټ پېپر پۀ اوومه پاڼه د ډائرېکټر انويسټي ګېشن کرنل (ر) سردار علي پۀ تعيناتۍ اعتراضونه شوي دي او د هغۀ پۀ حواله هم دا وئيلے شوي دي چې د هغۀ تعيناتي هم پۀ غېر قانوني لار شوې ده. د وائټ پېپر پۀ څوارلسم مخ د احتساب کمېشن د ليګل اېکسپرټ پۀ تعيناتۍ هم اعتراضونه شوي او د هغۀ پۀ حواله د دستاوېزاتو د نيشت والي او کمې تجربې الزام لګولے شوے دے. د ډي جي د پي اېس او د تعيناتۍ پۀ حواله هم وئيلے شوي دي چې د دستاوېزاتو هېڅ قسمه رېکارډ ئې موجود نۀ دے، ولې د هغې باوجود هم حضرت پۀ لویه څوکۍ تعينات کړے شوے دے. يا خو ورته مور پلار ښه ډېره دعا کړې ده او يا پرې د ملک د ټولو نه د "پاک" سړي نظر پروتے دے.

    د احتساب کمېشن پۀ حواله دغه وائټ پېپر کښې د اېګزېکټېو پوسټونو سره سره پۀ نورو پوسټونو هم اعتراضات شوي دي، ولې تر اوسه پۀ دې حواله صوبائي حکومت هېڅ قسمه رد عمل نۀ دے څرګند کړے او چې څنګه ئې پۀ نورو محکمو کښې د باکرداره خلقو سپکاوے کړے دے، هم دا شان ئې برېګېډئير طارق هم د دغه وائټ پېپر د شائع کولو وروستو د خپلو ذمه واریو نه لرې کړے دے.

    دا د خېبر پښتونخوا حکومت هغه احتساب کمېشن دے کوم چې د نورو خلقو د احتساب لپاره جوړ کړے شوے ؤ او صرف شريف خلق ئې تر اوسه ګېر کړي او د هغوي احتساب ئې کړے. لۀ بده مرغه نۀ خو احتساب کمېشن تر اوسه چا ته سزا ورکړې ده او نۀ ئې پۀ اصل معنو کښې غلا کوونکي رانيولي دي.

    د احتساب نعرې لګوونکي حکومت پۀ احتساب کمېشن صرف خپل سياسي حريفان دباو کړي دي او يا ئې صرف د خېبر پښتونخوا د اولس د پېسو ضياع کړې ده. احتساب کمېشن اوس دومره نيازبين شوے دے چې نۀ خو صوبائي حکومت د هغوي پۀ حواله څۀ موقف ورکوي او نۀ د هغوي څۀ کارکردګي پۀ ګراونډ ښکاري ـــ بيا هم احتساب زنده باد،بيا هم عمران خان زنده باد، بيا هم تبديلي سرکار زنده بادـــــ

    سوال دا دے چې د خېبر پښتونخوا د نيازبين احتساب کمېشن احتساب به څوک کوي؟

    تحریک انصاف پۀ تېر الېکشن کښې د خپل نوم سره د قافیو پۀ بندش کښې د "صاف چلي شفاف چلي" اضافه کړې وه. احتساب پسې د تحریک انصاف د ملنډې نه پس او د ضیاء الله اپریدي د الزامونو، پۀ بیلیون ټریز سونامي کښې د بدعنوانۍ د تازه رپورټونو، د اثاثو پۀ حقله د عمران خان او د پي ټي اٰئي هره ورځ نوې بهانه او داسې نورې ډېرې خبرې چې رایوځاے شي نو هغې نه ثابتېږي چې د "څلورو پنچرو" خلاف د "ازادي مارچ" کوونکې پي ټي اٰئي د هر اندام نه هوا وتلې ده.

    المیه دا ده چې د تحریک انصاف "جعلي" تبدیلي سرکار د هغه احتساب نه هم د خلقو باور پورته کړو چې ووټ ئې پرې غوښتو.