Category: نور احمد فطرت

  • د پښين ډيوې د پښتو ورثې – پروفېسر نور احمد فطرت اچکزے

    د پښين ډيوې د پښتو ورثې – پروفېسر نور احمد فطرت اچکزے

    خپل پورتني سر ليک ته پۀ کتلو سره به لومړے راشم د پښين تاريخي ښار تعريف او توصيف ته؛ ښاغلي فاضل استاد د ارواښاد جناب عبدالشکور رشاد صېب 2002ز او 2004ز پۀ مابېن کښې “پۀ قول د ابوالخېر ځلاند” پۀ مشر وياړمن ليکوال، د خپلواکۍ د تحريک بېرغي او بې بدله شاعر قاضي ملا عبدالسلام اڅکزي بابا باندې جوړ شوي يو ورځنۍ سيمينار ته د خپلې لنډې خوږې وېنا پۀ موقعه ووئيل ” د جنوبي پښتونخوا د کوبوک د غرۀ پۀ مشرقي پلو کښې يوه سيمه ده چې هغې ته اوس پښين وائي. هلته ئې پښين کليمه د پښينا پۀ شکل باندې چې اخري متحرک دے راوړې ده. او پۀ دې کتاب کښې ئې دا خبره هم زياته کړې ده چې د پښين لويديځ ته يو غر دے چې هغه د پښينا پرونه وائي يا پښينا وائي. پربت کليمه پۀ سنسکريت ژبه کښې د غرۀ (Mountain) معنٰي لري. پخوا تر دې چې پروت يا پربت کليمه پۀ سنسکرت کښې نۀ وه رواج شوې نو د دغې مفهوم لپاره ئې ګېري وئيل چې د پښتو کليمې له غرۀ سره ارتباط لري. نندو لال ډي پۀ خپل کتاب کښې ئې “ډيو ګرافيکل ډکشنري اف انشفټ اينډميډيول انډيا” نومېږي. دغه غر چې د پښينا پروته پۀ دغه هندي کتاب کښې ذکر شوے دے. اوس د خواجه عمران غرۀ پۀ نامه يادېږي او اوس هم دغه تاريخي غر د خواجه عمران (خواجه بران) پۀ نوم ذکر کېږي چې د پښين ښار و مشرق ته واقع دے . پښين زمونږ د لوے کندهار يوه سيمه وه او کوم وخت چې د ګندمک منحوس تړون د ظالمانو، جابرو او استعمار ګرو پېرنګيانو سره لاس ليک شو نو دغه سيمه د انګلش پۀ چاړۀ باندې د افغانستان او لوے کندهار څخه بېله شوه او اوس د ډيورنډ ليکې مشرق ته واقع ده ( وګورئ مېوند مجله درېم کال پرله پسې سيمه ګڼه مخونه (٤- ٥)

    دغه رنګ “د پښين لنډ تاريخ” نومې کتاب کښې ښاغلي عصمت زهير ليکي “زما دا لنډه څېړنه د تاريخ پۀ اوږدو کښې تر زرو ډېر کلونو پخوا پښين يادوي خو “پښنګ” چرې هم نۀ ذکر کوي. خداے مې دې ګواه وي د دې کرښو موخه د پټې خزانې او د پښين تړون او هم دا راز د کندهار او پښين تاريخي، کلتوري، نژادي ارتباط دي. عصمت زهير مخکښې زياتوي پښين د پښتونخوا هغه له برمه ډکه او لرغونې سيمه ده چې د پښتنو پۀ تاريخ کښې ځانګړې ونډه لري. دا سيمه کۀ لۀ يوه پلوه د بهرنيو ځواکونو د يرغل پۀ مهال د مقاومت ډګر پاتې شوے دے نو لۀ بله پلوه ئې پۀ خپله غېږه کښې د پوهې او ادب پتنګان روزلي دي خو مخکښې تردې چې زۀ (فطرت) د دغه تاريخي سيمې او ښار پۀ لويو لويو تاريخي شخصيتونو او سترو ادبي څېرو خپل نظر وړاندې کړم پۀ قول د ګران عصمت زهېر به داهم ووائيم ” پښتو فولکلوري داشان (مومن خان او شېرينۍ) د هم دې سيمې کردار دے. د شېرخان ترين وکلا ته ورڅرمه پۀ لوړه غونډۍ چې قبرونه موقعيت لري غالباً د مغلو پۀ وخت کښې مومن خان د خپل ټبر سردار پاتې شوے دے. او شېرينو ئې د کا لور وه، د دواړو کوزدې د دوي تر زېږېدنې وړاندې د دوي پلرونو د يوې ژمنې له مخې کړې وې. د مومن خان او شېرينو د پلرو تر مرګ وروسته د مومن خان او شېرينو د وروڼو ترمابېن د قبيلې پۀ مشرۍ د تاو تريخوالي پۀ نتيجه کښې د قبيلې نيمه سرداري د شېرينو وروڼو ته ورکړل شوه او د نيمې قبيلې د سردار پۀ توګه مومن خان ومنل شو. مومن خان د وادۀ د نېټې ټاکنې پۀ هيله د شېرينو وروڼو ته يوه جرګه ورولېږله، د شېرينو وروڼو انکار وکړو. د جرګې د ډېر اسرار لۀ کبله پاې د شېرينو وروڼو د خور د ولور دولس منه سرو زرو شرط کېښودو (د نور تفصيل لپاره ملي هنداره لمړے ټوک وګورئ).

    دغه ډول لوے اتل فېض احمد غازي هم د پښين سره تړاو درلود. موصوف بې ځايه پېرنګيانو وژلے ؤ چې وروسته بيا پۀ قول د زهير صاحب و غرو ته ختلے ؤ. وائي چې د انګرېز سرکار دومره فشار ؤ چې انګرېز ته خوب ورتلل هم ناممکنه شوي وو ځکه خو ورباندې د مجرمانه نوعيت څوڅو مقدمې جوړې کړې وې. هم ئې وژونکے او لوټونکے ؤ ( داسې لوټونکے او ډاکو لکه پنجابي استعمار چې پۀ خپلو نصابي کتابونو او فلمونو لوے احمد شاه بابا يادوي. فقط پۀ ١٨٩٥ز کال د اپرېل پۀ ٢٩ نېټه د وطن اتل زوے او ملي مجاهد نازولو خلقو پۀ مرسته د (٢٤٠٠) کلدارو شهيد کړل شو.( وګورئ د پښين لنډ تاريخ) مخ (٢٢) قاضي ملا عبدالسلام پۀ خپل کتاب “طلب مذهب” دوهم ټوک نوي چاپ مخ ٣٤٠ باندې يوه ويرنه هم وريادوله چې وائي:

    څۀ سل زيات کلونه کېږي د دې وينو

    هغه پړک لا وګوره ته مقرب دے

    پۀ يوسف نازئين څومره قهرومښت

    تر دوزخ بد تر د دې جهان غضب دے

    ارغوان پرېکړے سر جنازه راغله

    زما پۀ غوږ کښې د هغې زلزلې درب

    شناخته ايسي قاتلان سمګان هغسې

    رشوت خوره هر حاکم ابولهب

    پۀ قاتل ظالم لعنت ابده وري

    قراني قدم هسې قول د درب دے

    چې عبدالسلام پرې وائي هغه ښائي

    پۀ قران کښې هم پۀ کفر مخاطب دے

    د مقالې پۀ وړومبۍ پاڼو کښې چې ورته وليکل چې د پښين تاريخي سيمه او ښار کۀ يو خوا ته بهرنيو ځواکونو د يرغل پۀ مهال د مقاومت ډګره پاتې شوے ؤ نو له بله پلوه ئې پۀ خپله غېږه کښې د پوهې او ادب پتنګان هم روزلي دي. هسې خو دغه سيمه امريت د بېخي زياتو ډيوو او پتنګانو څخه ډکه ده لکه تېمور شاه کمال، عصمت الله زهېر،محمد ګل خان حسرت،فېض محمد فېض، عبدالکريم عادل، غلام محمد غلام، امان الله بې قلم، ډاکټر کليم الله صدام، محمد رسول فريادي … لېکن زۀ نن د پښين پۀ کومو لويو لويو ډيوو خبره کول غواړم. دا روښانه ډيوې نۀ يوازې دا چې د پښين ښار هغه ډيوې دي چې دغه ياده سيمه او ښار به تل سرلوړے وي. پۀ دغه لمړينو ډيوو به د لر او بر افغان کهول او پښتو ادب هم د تل لپاره وياړي. دا شمعې نه صرف د پښين شمعې دي ځکه زير شي او ګلور ئې ډيوې او څراغونه به د پښتو ادب ورثې يا پانګې هم وي. دا تل پاتې ډيوې چې سرلارے او باني ئې مشر محقيق، ماهرتعليم، مشر شاعر او ستر ليکوال ارواښاد صاحب زاده حميدالله صاحب ؤ او پۀ دۀ پسې بيا نوے ناول نګار، څېړونکے، مدير، ماهرتعليم، محقق او فلسفي شاعر ښاغلے راز محمد راز صاحب دے او دې نه وروسته ئې بيا پۀ ضلع پښين او شا و خوا سيمو کښې تر ټولو لوے مقام او اوچت ځان لري ستر تذکره نويس، وتلے شاعر، پوخ نثر ليکونکے او محقيق ارواښاد جناب عبدالباري اسير صاحب (خداے دې درېواړه وبخښي).

    جناب ارواښاد صاحب زاده حمد الله! صاحب زاده صاحب چې پۀ احساس سترګې “نومې” تذکره کښې د پېدا کېدو نېټه وړومبۍ جنوري ١٩٤٠ز ښودل شوې ده ليکن پۀ “روشن اگتے هاتهـ” نومې تذکره کښې ئې د پېدا کېدلو نېټه ١٩٣٧ز ليکل شوې ده نۀ پوهېږم چې پۀ دغه تاريخونو کښې به کوم تاريخ صحيح وي. يو ځاے خو يو ليکوال د دۀ د پېدائش نېټه ١٩٣٩ز تحرير کړې وه او داسې نور.

    د دۀ پۀ حقله پۀ اخباري کالم “پښتو محفل” کښې عمر ګل عسکر ليکلے ؤ ” د پروفېسور صاحبزاده حميدالله شمار پۀ هغو نوموړو شخصياتو کښې کېږي چا چې د پاکستان تر جوړېدو وروسته پۀ سهېلي پښتونخوا کښې د علم و ادب بنسټونه کېښودل. عسکر صاحب مخکښې ليکي “د پښتو ادب پۀ حقله پۀ هره مکاله د دۀ د لاس مواد شتون لري چې پۀ بېلا بېلو رسالو يا مجلو کښې د چاپ کېدو نه علاوه پۀ کتابي بڼه کښې هم شته. وئيل کېږي چې دۀ تقريباً ١٠٧ کتابونه ليکلي وو چې پۀ دغه کښې يو ٧١ چاپ شوي هم دي. د دۀ تړاو د پوهنې د څانګې سره هم پاتې شوے ؤ. د ملازمت پۀ دوران کښې دے پۀ کوئټه پښين، کوب چمن او نورو ښارونو کښې اوسېدلے ؤ. پۀ دې لحاظ د دۀ د شاګردانو يوه غټه حلقه هم موجوده ده. پۀ پښين کښې ئې د” د پښتو ادب د ودې” ټولنه هم چلوله. دۀ تاريخ وليکي. د حج يون ليک ئې منځ ته راوست. دۀ پۀ فولکور باندې لکه سيال کاکړ ډېر کار وکړو.

    دۀ د فارسي، عربي او انګرېزي څخه ژباړې وکړې. شاعري ئې وکړه. پښتو قاموس ئې وليکلو او پۀ اسلام ئې هم کار وکړو. پۀ ليسالس کښې شپږ ډګريانې درلودي. جناب فاروق سرور هم “پۀ ادب سېر” کښې ډېر وستائيلو. دروېش دراني هم د مرکې نه پس پۀ بي بي سي کښې د دۀ پۀ حقله ډېرې ښې خبرې وکړې. جناب سيال کاکړ هم تقريباً د نابغه پۀ نامه سره ياد کړے. ښاغلے برکت شاه کاکړ هم پۀ خپل يو اخباري کالم کښې چې سر ليک ئې ؤ “پروفېسور صاحبزاده حميدالله کوچ وکړي” کښې وليکل. د صاحبزاده صاحب تر ټولو غټه خوبي زما پۀ نظر کښې دا وه چې دۀ پۀ داسې حالاتوکښې خپلې محکومې مورنۍ ژبې پښتو ته پۀ ليکلو او وٍئيلو ترجيح ورکړه چې دا ژبه پۀ دغه وخت کښې هېچا د عزت او احترام ژبه نۀ بلله. برکت شاه پۀ مخ ليکلے ؤ “صاحبزاده د ځان پۀ حقله ليکلي وو” زۀ پۀ بڼه کښې ملا او ذوق پۀ اعتبار سره مسټر يم. دے پۀ ديني تعليم کښې باقاعده فارغ تحصيل ؤ. ادبي تخليقات، تاليفات او د مقالو شمېر ئې پۀ سوونو کښې دے. پۀ دې کښې فولکلوره تذکره نوېسي، سفرنامه، تنقيد، شاعري، خاکه نوېسي، ترجمې، طنز ومزاح او داسې نور، پۀ شاعرۍ کښې ئې تقريباً پۀ هر صنف طبع ازمائي کړې وه. دغه ډول پۀ نثر کښې ئې پۀ پوره توګه پوره کار کړے ؤ. (فقط ما (فطرت) يو وخت نظم ” دملي اتلانو” پۀ نامه وليکلو پۀ دغه نظم کښې ئې پښتون ملت پۀ بېن المللي، ملکي او علاقاٍئي سطح وستائيلو. زۀ يو ځاے د دۀ پۀ حقله داسې وايم !

    لا خو ختمه د شهيد ګران فيض محمد نومه هم نۀ ده

    وزګار هم نۀ يمه وينې مې تراوسه بر پاتا يم

    نۀ يم غواړم خپلواکي لکه شېرجان خوند به مې واخلي

    زۀ هم کټ مټ لکه خان شهيد جېلونو له پېدا يم

    ما هم کړې هېڅ دوستي ورسره نۀ ده مخالف يم

    زۀ هم اوس لکه سلام بابا دښمن د نصارا يم

    کمال خان شېراني رنګه پۀ قامي ګټې ته ګورم

    کۀ قام پلوه شوم نو زۀ به هم د پښين قاضي….

    انګرېزان د ملکه باسم مسلم ليګ نور سمومه

    د جناح سره مې جنګ دے اخته شوے پۀ بلا يم

    علامه عبدالعلي کۀ پۀ توحيد کښې ډېر څۀ راکړل

    پۀ څېړنه او ځېرنه کښې حافظ ته امنا يم

    د ليکوال صاحب زاده ، د سيال کاکړ پۀ وجه زۀ نن

    لکه لمر ښائسته شوے يمه ښکلے يم ښکلا يم

    بيا هم ډېر پۀ ادبي او مذهبي چارو خبر يم

    کۀ څه هم نۀ دانشور يم نه دښار يو لوے ملا يم

    پښتو پال ته پۀ دعا زۀ تر وروستي پوکي کومه

    پښتو ورکې ته به زۀ هم لکه کونډه پۀ ښېرا يم

    پروفېسور راز محمد راز صاحب: د احساس سترګې نومې ادبي تذکرې پۀ مخ ١٣١ باندې د راز صاحب پۀ حقله ښاغلے عبدالباري اسيرصاحب ليکلي دي “د پښتو د دغه سنګين او پوهه شاعر اصل نوم راز محمد راز دے. د مارچ پۀ وړومبۍ نېټه کال ١٩٥١ز کښې د ملک حاجي محمد دين کره پۀ پښين ښار کښې زېږېدلے دے او پۀ خټه ترين دے . د پېشې پۀ لحاظ پۀ يو درانۀ او او باعزته منصب مامور دے. هغه دا چې د يو کالج د تاريخ لېکچرار دے او داسې نور ښاغلے احمد شاه اعظيمي “پۀ پالنه مجله” کښې د دۀ پۀ حقله ليکي ” لومړے زده کړې ئې پۀ پښين او کوئټه کښې ترسره کړې او بيا پۀ ١٩٧٤ز کال کښې ئې د کراچۍ پوهنتون څخه پۀ تاريخ کښې ئې داېم اے بري ليک (سند) ترلاسه کړو او له هغه وخته څخه تراوسه پورې د پښين او کوئټې پۀ بېلا بېلو پوهنځيو کښې د تاريخ د پروفېسور پۀ حېث خپله دنده ترسره کوي او داسې نور. راز صاحب هم خورا زيات شعري او نثري کارکړے ؤ. دے هم کۀ زر مړ نۀ وے د دۀ څخه هم همېش خليل، رفيقي صاحب، بېنوا، نور محمد تره کی، سيال کاکړ او دوست محمد کامل جوړېدلے شو.

    د راز محمد صاحب تقريباً شپږ کتابونه تر چاپه رسېدلي دي. چې نومونه ئې دا دي:

    1. د صليب پۀ دائرو کښې مات وزرې زاڼې ژاړي ( شعري مجموعه)

    2. نثري نظمونه يا سپين شعر د (Oceanic Goddess) يا سمندري دېوتا پۀ نامه.

    3. خزان زما پۀ اوښکو ژاړي شعري ټولګه ده ( ددۀ مرګ نه پس چاپ شوه)

    4. پښتو ناول عاشو لمر او باران وري ( د دۀ پۀ ژوند کښې چاپ شوه)

    5. HOLY SENERS يا مقدس ګناهګار ئې اردو ناول دے.

    6. کابل ړنګ دے مينې ژاړي ( ناول دے چې پۀ ٢٠١١ز کښې چاپ شو.

    د جناب عصمت زهير د وېنا سره سم ” د راز صاحب تقريباً اووۀ نور ناچاپ کتابونه هم شته. پۀ دغه کتابونوکښې ناول، مقالې، فلسفه او شعري ټولګې هم شته.

    پۀ اردو او فارسو ژبو کښې خو مونږ لوے لوے شاعران لکه مرزا غالب، مير تقي مير او اقبال مرحوم غوندې فلسفي ليکوالان او شاعران لوستي وو. او پۀ پښتو ژبه کښې مې ارواښاد اشرف مفتون، اجمل خټک اوغني خان پۀ فلسفه کښې تر نظرتېر شوي وو. البته پۀ سهېلي پښتونخوا کښې د فلسفي شاعر تنده مو محسوسوله چې يو وخت دغه تنده خداے پاک پۀ پروفېسور رز صاحب را پوره کړه واقعي راز صاحب مونږ پۀ خپله شاعرۍ کښې دا را وښودل چې فلسفه څۀ ته وائي. د احمد شاه اعظيمي سره به پالنه مجله کښې يو ځاے دے د فلسفې پۀ حقله ليکي ” ژوند ته چې تل د عقل پۀ چوکاټونو کښې ګورې نو دا يو قسم فلسفه ده دا يو حقيقت دے چې د فلسفې د شاعرۍ سره يو ډېر زيات تړلو شته. پۀ پښتو ادب کښې لږ شته کۀ د بزخو پۀ نړېوال ادب کښې بېخي زيات شته. شاعري، ادب او فلسفې يو زوړ او پۀ زړۀ پورې ارمان د بشپړ انسان پۀ صورت کښې لۀ ډېره وخته تشنه پاتې وي. دا بشپړانسان د مولانا روم پۀ شاعرۍ کښې د شمس تبرېزي، د علامه اقبال پۀ شاعرۍ کښې د مرد مومن، او د نطشے پۀ افکارو کښې د فوق البشر پۀ صورت وينو( وګورئ پالته مجله دوهم کال دريمه ګڼه مخ ٥١)

    د فلسفې پۀ حقله استاد عبدالحئي حبيبي ليکي ” فلسفه خو د انسان د ذهني ارتقاء سره يوځاے پېدا شوې ده او د فلسفې خاوندان له ابتدا څخه تر اوسه پورې پۀ بشر کښې د لوړ مقام څښتنان دي. پۀ شاعرۍ کښې خو هم فلسفه له ابتدا څخه ګډه وه بلکې فلسفه دا دب روح دے او فلسفي افکار د ټولو ملتونو پۀ شاعرۍ کښې شته. حبيبي صاحب مخکښې زياتوي ” فلسفه د شيانو، حقايتو درک دے او پېژندنه د هغو شيانو ده چې پۀ عقل او خارجي حواسو اړه لري. د مشرق ډېر شاعران او ويونکي سړي فلسفي افکار لري. پۀ فارسۍ کښې د سعدي، حافظ، بېدل خيام او نورو کلام د فلسفې څخه ډک دي. پۀ عربۍ کښې هم او عباسي دور ويونکيو شاعرانو پۀ شعر فلسفه ګډه ده. د پښتو شعر هم پۀ فلسفه کښې د پاړسو او عربي سره نثرديوالي لري . شاعران ډېر ځله فلسفې افکار پۀ خپلو وينا کښې ښکاره کوي. د خوشحال اخلاقي او تربيتي فلسفه خو به تاسو مخکښې لوستلي وي.

    وائي کله د راز صاحب د لاس ليکلي مواد او مقالې کۀ ( شاعره جمالياتي هدفونه) او داسې نور څۀ ولوستل يا مې د دۀ څه اشعار تر نظر تېر شول نو زۀ پوهه شوم چې واقعي راز صاحب کۀ د يوبل پښتون نۀ وے نو لږ تر لږه د سهېلي پښتونخوا پۀ ادب کښې خو يو لوړ مقام لري. د راز صاحب شعرونو څو نمونې ستاسو پۀ مړانه شتون کښې د لوستلو لپاره ږدم، خداے دې وکړي چې تاسو خوند ورباندې واخلئ :

    اشنا د مخ پۀ لمرې شغلې وکړې

    چې لمر تېر شو کوڅې بېرته سايې وکړې

    پۀ زمان کښې پۀ سکوت هر حرکت شو

    ګام پۀ ګام مولکه هرختې رېښې وکړې

    څوک د چانه مخه نۀ مري دروغ وائي

    ماته ګورئ ستاسو وړاندې يو ثبوت يم

    لمر مې پلار ځمکه مې مور ستوري مې وروڼه

    سپوږمۍ خور راته ځلېږي پۀ ګرېوان کښې

    د راز د شاعري او فلسفې پۀ باره کښې ښاغلي احمد شاه اعظيمي کاږي ” راز د پښتو او نړېوال شعر او ادب سره سره د تاريخ، فلسفې، تصوف او نفسياتو ژوره مطالعه لري. د اردو او پښتو پۀ ګڼو مجلو او ورځپاڼو کښې ئې پۀ بېلا بېلو موضوعاتو ليکنې چاپ شوې دي. پۀ ١٩٩٩ز کال کښې ئې د پښتو وړومبۍ ټولګه چاپ شوه. مخته ليکي “ښاغلے راز زمونږ پۀ اوس مهاله پښتو شاعرۍ کښې د فلسفې رنګ يو ډېر پياوړے شاعر دے. د شاعرۍ پۀ حقله پۀ خپله راز صاحب پۀ خپله مقاله ( د شاعري جمالياتي هدفونه) کښې کاږي ” ادب د فلسفې سره تړلې ده او دا خپل ځانګړې هدفونه لري “لومړے شاعري د مذهب ، انسانيت پۀ بنسټ دمخکښې پرمخ ويشل شوے انسانان سره يو کوي. ارسطو وائي چې شاعر هم د فلسفې پۀ څېر د کائناتي صداقتونو پۀ لټون بوخت دي. د فلسفيانه شاعرۍ يوه بله جمالياتي وظيفه دا ده چې هغه بايد دمينې وضاحت وکړي او د مينې پۀ ارتقائي پړاونو باندې رڼا هم واچوي. او داسې نور نور . پۀ پاې کښې ټپه ده!

    ستا د ښائست ګلونه ډېر دي

    ځولۍ مې تنګه زۀ به کوم کوم ټولومه

    جناب ارواښاد عبدالباري امير صاحب! پۀ روشن اگتے هاتهـ ( راشنه لاسونه) کښې پۀ مخ ٥٢١ باندې د جناب ارواښاد عبدالباري اسير پۀ حقله ليکل شوي دي ” د دۀ نوم عبدالباري او تخلص اسير دے. پۀ پښين ښار کښې پۀ ججانو کښې د لاجور خان کره پېدا شوے دے چې د زېږېدو نېټه ئې شپاړسم مارچ ١٩٤٢ز دے. او د دۀ ادب پال زوے محترم جميل الرحمان انځور د وېنا سره سم دے پۀ ٢٢ جولائي ٢٠١٤ز کښې وفات شو او پۀ پښين کښې خاوروته وسپارل شو.

    ما خپله د جناب باري اسير صاحپ پۀ حقله ډېر معلومات نۀ درلودل، وروسته مې د دۀ د محترم زوي انځور صاحب سره رابطه وکړه او هغۀ پۀ ډېره مينه د جناب اسير صاحب ټول مواد را واستول. پۀ دغه موادو کښې د دۀ لمړۍ شعري ټولګه، لونګين خيالونه وو چې څلور سوه مخيزه ده، چې شعري پانګه کښې ډېراشعار شتون لري. پۀ دوه زره دوه کښې د چاپ له کومې راوتلې ده. هغه شعري مجموعه ئې هم ډېره ضخيمه ټولګه ده. تقريباً ٧٢٢مخونه لري. پۀ دې مجموعه کښې هم غزلې شته، ژبه ئې ډېره روانه او خونده وره ده. د جناب اسير صاحب شاعري هم ډېر ښۀ ابلاغ لري د بېلګې پۀ ډول دا اشعار ئې مطالعه کړه لکه چې وائي:

    زۀ چې درغلمه هلته پام دې نۀ ؤ

    مېخانه دې وه موجوده جام دې نۀ ؤ

    چې راومې کښوله جبه پۀ ښۀ مينه

    خط دې ؤ تحرير دې ؤ سلام دې نۀ ؤ

    چې د ډېرې مودې پسې درغلم هلته

    کلے ؤ پۀ کښې خو ننګ ؤ نام دې نۀ ؤ

    (لونګين خيالونه)

    منمه دا چې د هرچا د مرګي ورځ ليکلې

    پټ پۀ ازل کښې د هر چا د مرګي ورځ ليکلې

    راشه قاتله ماته هم هغه کاغذ کړه ښکاره

    پۀ کوم کاغذ کښې چې دې زما د مرګي ورځ ليکلې

    (لونګين خيالونه)

    زروم لکه خاورې د ايرو دې همسايه کړمه

    وړي مې اوس بادونه د … همسايه کړمه

    ګرځمه راګرځمه د عشق پۀ دې درياب کښې نن

    تسلي مومه وړي مې د څپو دې همسايه کړمه

    زۀ اسير پۀ ډېره ناترسۍ نن د پتنګ غوندې

    سوزمه بې ځايه د اورو دې همسايا کړمه

    (دغرولرنې څوکې مخ ١٠٩)

    چې کله مې د اسير صاحب شعري پنګه مطالعه کړه نو زۀ پۀ دې نتيجه ورسېدم چې اسير صاحب لوے سړے ؤ. دا لوے سړے دے او لوے سړے به وي خو افسوس چې پۀ دې باندې خبرې وکړے شي چې دے محترم هم لکه زمونږ نور منورين له مونږه خوابدي ولاړي. پښين به خاص ډول اديبانو د دۀ مدد ونۀ کړو او دا قيمتي لعل هم زمونږ څخه پۀ ايرو کښې پرېوت. جناب اسير صاحب خو کار وکړو خپله دنده ئې سر ته ورسوله او پۀ تاريخ کښې ئې يو لوے ځاے پېدا کړو! صد افسوس پۀ مونږ وي چې نۀ مو کار کړے دے، نۀ خدمت، نۀ مو ښۀ ژوند کړے دے، نۀ دنيا، نۀ پۀ نوم را پاتې شي نۀ شهرت. دا ځکه چې مونږ اسير صاحب غوندې مخلصه نۀ يو. با وقاره اومحنتيان نۀ يو، د مور پښتو ژبه سره رښيتني نۀ يو نو ځکه ناکامه هم يو.

    د اسير صاحب هغه کتابون چې د “احساس سترګې” او روشن اگتے هاتهـ” تذکرې دي. پۀ دغه کتابونو کښې دۀ تقريباً ٢٥٥ شاعرانو او نوو ليکوالانو باندې کار کړے دے. دا تذکرې د دۀ دومره لوے خدمت دے چې تر څو پښتون ملت وي پښتو وي د اسير صاحب نوم او زيار به ژوندے وي. پۀ پښتو ژبه کښې “تذکره نوېسي” څۀ نوې خبره نۀ وه، د پښتو ژبې لمړۍ “تذکره” د “تذکره اولياء” څو پاڼې دي چې حبيبي صاحب ميندلې وې. د دغه کتاب ليکوال سلېمان ماکو دے، دۀ دغه تذکره تر ٦١٢ هجري وروسته ليکلې وه. د پښتو دوهمه او تلپاته تذکره پټه خزانه ده چې ارواښاد محمد بن داود پۀ ١١٤١_ ١١٤٢ هجري کښې را ټوله کړې وه. پۀ قول د حبيبي صاحب د شاه حسېن د درياب ليکوال او د هغۀ عصر پښتون شاعر او اديب ؤ دغه تذکرې د پښتو ادب ، تاريخ، د هجري کلونو دوهم قرن ته ورسوي ( وګورئ د علامه پوهاند حبيبي مقالې مخ ١٢٧) دغه رنګه حبيبي صاحب د کابل څخه پۀ “پښتانۀ شعراو” نوې تذکره کښې پۀ سوونو شاعران او ليکوالان را ژوندي کړل. دغه ډول د عبدالروف بېنوا صاحب “او منلي ليکوال” خو هغه تذکره وه چې د پښتونخوا پۀ شاعرانو او ليکوال ئې پېژني دا تذکره لږ و ډېر د( ٢٢٨) ليکوالانو او شاعرانو تذکره ده، دغسې جناب همېش خليل صاحب هم پۀ پښتانۀ ليکوال کښې پۀ سوونو ليکوالانو باندې قلمي کار وکړو چې د ستائيلو وړ دے، ورسره محترم ولي محمد سيال کاکړ هم د “دکيسي ملني پښتانۀ ليکوال کښې پۀ بېخي زياتو قلمکارانو باندې کار کړے دے ، پۀ قول د صاحبزاده حميدالله د پښين کليم الله کلام هم پۀ ادبي ګلونه او ادبي ګلدسته نومې تذکره کښې پۀ اديبانو او شاعرانو باندې کار وکړو او ډېر شاعران او اديبان ئې پښتو او پښتنو ته وروپېژندل، داسې څۀ نا څه کار پۀ ژوب، …، بوري او چمن کښې هم شوے دے چې چمن کښې خو ښاغلے عادل اچکزي يوه تذکره د چمن ګلونه پۀ نامه چاپ کړه. دۀ موصوف پۀ دغه تذکره کښې تقريباً پنځوس نوموړي شاعران او ليکوالان پښنو ادب ته وروپېژندل ، او داسې نور نور.

    پۀ پاې کښې به ووايم ! ښاغلي عبدالباري اسير نۀ يوازې دا چې د غزل شاعر ؤ بلکې پۀ قول د دۀ د زوي جميل الرحمان انځور صاحب “دې حوالې” چې د اسير صاحب ډېره بنډاري ورثه لا هم ناچاپه پاتې ده. دۀ ما ته ووئيل چې اسير صاحب ډېر شوقي سړے ؤ. هره شاعري ته پۀ کلي، وپانډري ګلوکارانو ته مې سندرې ورلېږلې اوهغوي به وئيلې. انځور صاحب ماته ووئيل اسير صاحب پۀ اردو کښې هم کار کړے ؤ. ٤٣ کالو زړې ناچاپه پاتې دغه ډول د معززينو شخصياتوهم کار کړے ؤ. د دۀ زوي ماته ووئيل چې دۀ تر لسم پورې لوست کړے ؤ. د اتم جماعت پورې ئې پۀ هندوستان ناګپور ښار کښې لوست کړے ؤ او يو څۀ وخت پۀ بنګال کښې هم پاتې شوے ؤ، انځور صاحب ما ته ووئيل کۀ خداے کول زۀ به د دۀ ټول ناچاپه اثار ورچاپوم او د دۀ ټول ارمانونه به ورپوره کوم؛ شاعر وائي.

    خداے دې ساته پۀ امان له بدو سترګو

    دا دعا د فرښتو ده زمونږ امين دے

  • پۀ دوو لارو کښي توپير – تحرير: مولانا وحيد الدين خان – ژباړه: پروفېسر نور احمد فطرت اچکزے

    پۀ دوو لارو کښي توپير – تحرير: مولانا وحيد الدين خان – ژباړه: پروفېسر نور احمد فطرت اچکزے

    سعودي باچا فېصل بن عبدالعزيز (1905-1975) ډېر لوے حکمران ؤ. پۀ ټول عالم اسلام کښې دۀ ته زبردست مقبوليت ترلاسه ؤ. دۀ به وئيل چې زما ارمان دے چې زۀ يروشلم ته لاړ شم او پۀ مسجد اقصٰي کښې دننه شم. او نمونځ وکړم مګر د دۀ دغه خواهش پوره نۀ شو. تردې پورې چې د دۀ وروستے وخت راغلو او دے د تل لپاره له نړۍ څخه ولاړو. دوېمه وجه يا لامل څۀ ؤ؟ د دغه علت دا ؤ چې ارواښاد شاه فېصل پوهېدو چې ترڅو پورې د يروشلم څخه د يهوديانو برلاسي پاې ته نۀ وي رسېدلې او هلته د عربيانو حکومت جوړشوے نۀ وي تر دغه پورې د دۀ لپاره دا ناشونې ده چې فلسطين ته لاړ شي.

    دے پوهېدو چې اوسني حالاتو کښې يروشلم يا فلسطين ته تګ د اسرائيلو د حکومت د منلو پۀ معنٰي دے. ددغه ذهني رکاوټ يا خنډ پۀ وجه دے مسجد اقصٰي ته نۀ دے تلے او دغه ستر ارمان ئې د ځان سره ګور ته يوړو. دا د شاه فېصل يوازينۍ رايه نۀ وه بلکې دا پۀ عام ډول د (علماء اسلام) موقف دے کوم چې دوي د هغه وخت څخه ساتلے دے چې کله پۀ يروشلم د يهوديانو سياسي واک ټينګ شو. پۀ ١٩١٧ز کښې يروشلم د ترکانو دلاس څخه ووتلو. د برطانيې لاس ته ولوېدو. د دې څخه وروسته پۀ ١٩٤٨ز کښې پۀ جزوي يا نامکمل ډول او پۀ ١٩٦٧ کښې پۀ پوره ډول د يهوديانو پۀ واک کښې شو.پۀ دغه لړکښې د مصر د شېخ ازهر يوه فتوه پۀ ورځپاڼوکښې چاپ شوه هغه هم دلته رانقلوم . د نورو علماؤ رايه هم قولاً يا فعلاً داسې ده. د مصر تاريخي پوهنتون د جامعه ازهرمفتي (شېخ چاء الحق علي چادالحق)د مصر او نورو مسلمان هېوادونو سره اړه لرونکو خلقو باندې د بېت المقدس او مسجد اقصٰي پۀ تګ باندې پابندي لګولې ده. دۀ فتوا ايستلې ده چې “د مسجد اقصٰي او بېت المقدس دسياسي خپلواکۍ پورې د مسلمانانو هلته تګ غېراسلامي او غېر شرعي دے. پۀ دې خاطر دې د فلسطين د خلقو پرته نور مسلمانان مسجد اقصٰي ته نۀ ځي”.

    ولې چې د دې مطلب به دا اخستل کېږي چې مسلمانانو پۀ خپلو پاکو ځايونو باندې اسرائيلي واک تسليم کړے دے. د جامعه ازهر پوهنتون د فتوا څخه وروسته د مصر سرکار پۀ خپلو خلقو باندې (بېت المقدس) ته پۀ تګ باندې بندېز ولګوي. (وګورئ نواے وقت لاهور ١٩ زي الحجه ١٤١٥هـ ١٩ مئي ١٩٩٥ز)

    دا يوه ځانګړې شرعي مسئله ده.، پۀ دې باندې بايد د قران او سنت پۀ بنسټ ملي وقف اختيار کړل شي. نۀ پۀ ذاتي احساس يا د قامي غېرت پۀ بنياد باندې …….؟ پۀ فلسطين او بېت المقدس باندې يقيناً د مسلمانانو حق شته. د دۀ د خپلواکۍ لپاره بايد د سوله ايزو لارو څخه هرممکن کوشش وکړل شي، بيا هم د قران او سنت د مطالعې څخه جوتېږي چې د يو مومن مسلمان لپاره د خالص عبادتي مقصد لاندې پۀ داسې وخت کښې هم د داسې پاک مقام زيارت منع نۀ دے چې هلته د کافرانو حکومت وي .

    بلخوا د اوسنۍ زمانې مذهبي ازادۍ بېن المللي قانون هم د دغسې زيارت دروازې خلاصې ساتلې دي. مګر دپورتنۍ فتوا پۀ بنياد د نړۍ مسلمانان پښت پۀ پښت د دغه سترعبادت څخه لګيا دي محرومه کېږي. چې دوي دې پۀ مسجد اقصٰي کښې دننه شي او پۀ درېم تر ټولو نېک، پاک او غوره مقام کښې دې د الله پاک عبادت ترسره کړي. پۀ اګست ١٩٩٥ز پۀ يروشلم کښې يوه نړېواله غونډه يا کانفرنس وشو، د دې اهتمام د اټلي د عيسايانو د يو تنظيم يا سازمان لخوا شوے ؤ او د دغه پروګرام سکالر هم دغه ځانګړې شخړه وه. د هغوي پۀ بلنه راقم الحروف پۀ دغه لويه غونډه کښې برخه واخسته او پۀ دغه موقعه يوه مقاله پۀ انګليسي ژبه کښې وړاندې کړه چې د هغې سرليک “پۀ اسلام کښې سوله يا امن” ؤ. دغه مقاله مې بيا پۀ اردو ژبه کښې وژباړله. قران خپل ښودل شوې طريقه ته غوښتل اسلام وائي ( وګورئ المايده ١٦) يا ئې د امن لارې پۀ قران کښې دسولې پاليسي تر ټولو ښۀ حکمت عملي بلل شوې ده ( وګورئ سوره نساء ١٠٨) ورسره دا هم وئيل شوي دي چې الله تعالٰي بدامني نۀ خوښوي (وګورئ سورة البقره ٢٠٥) پۀ حديث کښې راغلي دي چې رسول الله صلي الله علېه وسلم فرمائي “مومن هغه دے چې د کوم څخه خلق د خپل مال او وينې پۀ باره کښې محفوظ يا خوندي وي. ( انقرندي کتاب ايمان وګورئ)

    د دې څخه ښکاره شوه چې اسلام د امن مذهب دے بيا هم پۀ دغه لړکښې يوه عملي پوښتنه دا ده چې پۀ موجوده نړۍ کښې تل پۀ يوه وجې سره.. دخلقو پۀ منځ کښې سياسي يا غېرسياسي اختلافات پېدا کېږي. پۀ خلقو کښې هم پۀ قامونو يا اولسونو کښې هم. د مسلمانانو پۀ منځ کښې هم، د مسلمانانو او کافرانو پۀ منځ کښې هم. اوس کۀ خلق اختلافات ونۀ زغمي بلکې د اختلاف د پېدا کېدو سره د هغه پۀ پاې ضد وکړي نو پۀ جنګ کېږي نو د دې به پايله دا وي چې پۀ نړۍ کښې به کله هم سوله نۀ راځي. پۀ داسې حال کښې پوښتنه دا ده چې د سولې هغه څنګه لاس ته راوړل شي…؟ د دغه ستر اختلاف يوه اوسنۍ بېلګه د يروشلم مسئله ده. يروشلم يو زوړ تاريخي ښار دے. د دې سره سره دوه ځانګړتيا دا ده چې بې شمېره وګړي دا يو مقدس مقام ګڼي . د دې يو امتيازي صفت دا دے چې د درېو مذهبونو تاريخ د دۀ سره تړلے دے. يروشلم د درېو مذهبونو. يهوديت، عيسائيت او د اسلام منونکو لپاره د دوي د تاريخي يادونخښانې يا علامت دے. دے د دوي لپاره د يو جذباتي منځي يا مرکزي حېثيت لري. د يهوديانو لپاره د دې اهميت دا دے چې د دوي پۀ نېزد يروشلم د دوي د زاړۀ برم (عظمت) يو ژوندي لاسونه دي. او د دوي د قامي کړکېښ مرکز هم دے. دعيسايانو لپاره (يروشلم) د دوي د پېغمبرحضرت عيسٰي علېه السلام يو جغرافيائي يادګار دے. د مسمانانو لپاره ددې اهميت دا دے چې د معراج پۀ سفر کښې د خداے اخري پېغمبر حضرت محمد صلي الله علېه وسلم دلته راغلے ؤ او دلته ئې د ټولو نبيانو امامت پۀ هم دغه مسجد اقصٰي کښې کړے ؤ. دغه رنګ د دغه درېو مذهبونو لپاره يروشلم يو د زيارت ګاه حېثيت لري. د درېو سره مذهبونو خلق غواړي چې دلته راشي او روحاني تسکين ترلاسه کړي. اوس پوښتنه دا کېږي؟ چې د درېو مذهبونو لپاره دے يعنې يروشلم يو پاک ځاے دے نو بيا دې بايد د دغه درېو لپاره څنګه خلاص وساتل شي. او څرنګه د دغه درېو مذهبونو د منونکو لپاره دغه موقعې لاس ته راوړل شي. چې دوي دې پۀ اسانۍ سره هلته د خپلو جذباتو د عقيدت تسکين لاس ته راوړي . نن سبا هرې خوا (القدس لنا) ( يعني يروشلم زمونږ دے) نعرې اورېدل کېږي . دغه عماره پۀ سياسي مفهوم کښې ده. هر فريق دغه نعره کوي د دې مطلب دا دے چې هره ډله دا غواړي چې پۀ القدس يا يروشلم باندې دې صرف د دوي قبضه يا برلاسي وي او بس. ولې چې د دوي پۀ نېزد چې ترڅو پورې پۀ دغه پاک ښار د دوي سياسي غلبه نۀ وي . دوي پۀ صحيح ډول خپل عبادتي عمل نۀ شي ترسره کولے کۀ چرې د دغه مقدس مقام د ليدنې يا زيارت شرط دا وي چې کوم سړے يا ډله يروشلم ته لاړ شي او د هغۀ قام يا مذهب سياسي واک وي هم هلته شتون ولري. نو د دې پايله به دا وي چې دا ښار به پۀ عملي ډول د عبادت يو ستر مقام پاتې نۀ شي بلکې د جنګ مېدان به جوړ شي ولې چې هر يو ځاے باندې سياسي واک د يو وخت د يوې مذهبي ډلې کېدلے شي بيا هغه پاتې مذهبي ډلې چې د هغوي سياسي واک يا قبضه هلته نشته هغه به د قابضين ډلې خلاف پۀ جنګ اخته کېږي. دغه رنګه پۀ دې ځاے به ابدي ډول د جنګ وجدل منځي يا مرکز جوړېږي.پۀ دې ښار باندې د هېچا لپاره حتٰي د قابضې ډلې لپاره به هم دا موقعه نۀ وي چې دوي پۀ سوله ايزه توګه خپلې عبادتي کړنې ترسره کړي. د يروشلم معنٰي هم د امن ښار دے. بيا بايد داسې وشي چې د يروشلم امن وساتل شي. دا پۀ دې چې هر فريق تل او پۀ خپل وار د دغه تاريخي مقام ليدنه او کتنه وکړي. ترکومه ځايه چې د اسلام سوال دے. پۀ قران او حديث کښې د يروشلم پۀ باره کښې اېغ پۀ نېغه د دې حوالې منځ ته راځي . پۀ قران پاک کښې د رسول (ص) د معراج د واقعې لاندې وئيل شوي دي.

    “پاک هے وه جو لے گيا ايک رات اپنے بندے کو مسجد حرام سے دور کى اس مسجد تک جن کے ماحول کو هم نے بابرکت بنايا هے تاکه هم اسکو اپنى کچهـ نشانيان دکهائين . (١(

    ژباړه: پاک دے هغه چې بوتللے ئې يوه شپه خپل بنده د مسجد حرام څخه لرې تر هغه مسجد پورې چې دکوم ماحول مونږ د برکته ډک جوړکړے دے دا پۀ دې چې مونږ دۀ ته خپلې نخښې ورښکاره کړو) “روايتونه راښکاره کوي چې د هجرت څخه مخکښې غالباً د ٦٢٢ پۀ پېل کښې د الله نبي ته د يو لوے سفر (يون) تجربه رسوله چې کوم ته د اسلام پۀ کړکېښ (تاريخ) کښې اسراء او معراج وئيل کېږي. پۀ دغه يون کښې د رب پاک د غېبي اهتمام لاندې دې کښې څخه يروشلم ته ورسېدو دلته نه پۀ مسجد اقصٰي کښې د جماعته سره نمونځ وکړي، روښانه دې وي چې د مکې او د يروشلم پۀ منځ کښې د ٨٠٠ ميلونو واټن يا فاصله ده. د يروشلم بله اېغ پۀ نېغه (بلواسطه) حواله هغه ده چې پۀ حديث کښې ياده شوې ده. پۀ بخاري، مسلم، ابوداود، ترمذي الموطا او نورو کښې د نورو پۀ معمولي توپېر سره ياده شوې يا روايت شوې ده. د الله نبي فرمائي چې محض درې جوماتونه دي چې دکوم لپاره سفر جائز دے هغه دي مسجدحرام، مسجد نبوي او مسجد اقصٰي . د وروستي مسجد لپاره پۀ ځينو رواياتو کښې د مسجد ايليا تورے کارول شوے دے يعنې د فلسطين مسجد وغېره. پۀ نورو روايتونو کښې ښودل شوي دي چې پۀ دغه درېو مسجدونوکښې د عبادت کولو ثواب د نړۍ د نورو ټولو مسجدونو څخه زيات دے. يو خوا ته د يروشلم د مسجد دا فضليت دے چې پۀ دې کښې عبادت کول د مکې او مدينې د مسجد څخه وروسته تر ټولو غوره دے. بلخوا ته د قران څخه معلومېږي چې د ځمکې پۀ سر سياسي اقتدار صرف د يو قام يا مذهب راتللے نۀ شي. (دوسرى طرف قران سے معلوم هوتا هے که زمين کے کسي خطه پرسياسى اقتدارکسى ايک قوم يا مذهب کا قائم نهين ره سکتا) دا پۀ هره زمانه کښې بدلېږي. دغه اقتدار کله د يو سره وي او کله بيا د بل سره…..؟ دغه خبره پۀ سوره ال عمران کښې پۀ دغو الفاظو سره شوې ده . ” اور هم ان ايام کو لوگون کے درميان بدلتے رهتے هين . ژباړه: او مونږ دغه (داقتدار ورځې) د خلقو پۀ منځ کښې بدلوو” اوس پوښتنه دا ده چې د يو قام دستور لاندې د يروشلم سياسي اقتدار د تل لپاره د يو قام سره نۀ شي پاتې کېدلے نو د مسلمانانو لپاره پۀ مسجد اقصٰي کښې پۀ هر دور کښې د عبادت کولو صورت به څۀ وي؟ هر مسلمان پۀ فطري ډول دا ارمان لري چې دے پۀ دغه مسجد کښې داخل شي . سجده وکړي . دلته د الله نبي (ص) او نورو نبيانو سجده يا سجدې کړې دي.

    اوس کۀ چرې دغه عبادت د سياست يا د سياسي اقتدار سره وتړل شي او دا ووئيل شي چې يو مسلمان (صرف) هغه وخت پۀ مسجد اقصٰي کښې دعبادت کولو سعادت لاس ته راوړلے شي چې پۀ دغه سيمه وي. د مسلمانانو حکومت يا واک هم وي نو به بلياردونه مسلمانان د تېر شوي حکمران ارواښاد شاه فېصل غوندې پۀ زړۀ کښې دغه ارمان خاورو ته وړي او د دغه قيمتي احساس تجربه به هم ونۀ کړي د کوم (مقام) چې زۀ ( وحيد الدين خان) نن ننداره کوم او خپل رب ته سجده کوم لګيا يم. د دغه شخړې حل پۀ څۀ کښې دے؟ د دې حل پۀ خپله د حضرت محمد صلي الله علېه وسلم پۀ سنتو کښې دے. د دغه سنت خلاصه دا ده. د يوې معاملې سياسي اړخ پرېښودل او د هغې عادتي اړخ راخستل پکار دي. يعنې “معامله کے سياسي پهلوکو ايک طرف رکهتے هوئے اس کے عبارتي پهلوکو لے لينا) دغه رنګه سوله د سره پرېښودل او د هغه امکان کارول هم ډېر اړين دي. او داسې نور دغه سنت ته ما پۀ دوو لاروکښې توپېر نوم ورکړے دے. د الله پاک د رسول (ص) دغه سنت پۀ لانديني واقعاتوکښې روښانه کول غواړم ۔

    (١) د الله نبي (ص) پۀ جولائي ٦٢٢ز کښې د مکې څخه مدينې ته لاړو. دلته دۀ تقريباً يونيم کال د بېت المقدس خوا ته نمونځ وکړو او د دۀ صحابه کرامو هم داسې وکړل . ٦٢٤ز پۀ پېل کښې پۀ قران کريم کښې حکم نازل شو چې تاسو (خلق) کعبه خپله د عبادت قبله جوړه کړئ او دې خوا ته تاسو ټول ( خلق) پنځۀ وخته نمونځ وکړئ. ( که اب تولوگ کعبه کواپنا قبله عبادت بنا لواواسى طرف رخ کرکے تمام لوگ پنج وقته نمازادا کرو) چې کله د قبلې د بدلېدو امر يا حکم وشو نو د دې سره قران کريم کښې دا حکم هم وکړو چې اے مسلمانانو، تاسو خلق پۀ لمانځه او صبر سره ودرېږئ. ( البصره سوره ايت ١٥٣ وګورئ) د صبر يو عام مفهوم دے مګر پۀ دغه موقعه د صبر يوه ځانګړې معنٰي هم وه او ده ….. هغه دا چې کله کعبه د عبادت د قبلې د جوړولو حکم نازل شو هغه وخت پۀ کعبه کښې ٣٦٠ بوتان د نېکانو يا اولياؤ پۀ نامه پراتۀ وو. دغه وخت کعبه د شرک مرکز جوړ شوے ؤ. دغه وخت دوي ته پۀ قران کريم کښې حکم وشو چې دغه ( د شرک اړخ) د صبر پۀ خانه کښې کښېږدئ او (زما) د حکم منندويه شئ (اور ميرے حکم کى تعميل کرو) د کړکېښ مطابق دغه حالت پوره شپږ کاله يعنې د مکې شريفې د نيولو پورې پاتې ؤ . د تحويل قبله يا د کعبې د بدلېدو وروسته شپږ کاله مسلمان ملت پۀ دغه حال کښې د کعبې خواته مخ وګرځولو او نمونځ ئې وکړو. چې هلته پۀ سوونو بُتان شتون درلود. او مکه شريفه پۀ خوا د شرک اډه وه. دغه بدحال د مکې د نيولو سره پاې ته ورسېدو. د دې يو ځانګړے اصول جوتېږي. هم دغې ته پۀ دوو لارو کښې توپېر يا فرق وائي. د دغه اصول يا قانون لاندې کعبه او بتان سره جدا شول . او کعبه پۀ قبله باندې بدله شوه.

    (٢) پۀ دې لړکښې دوېمه نمونه د اسراء يا د معراج پۀ واقعه کښې ملاوېږي. دغه د معراج سفر د هجرت څخه مخکښې غالباً پۀ ٦٢٢ز کښې وشو، دغه وخت پۀ يروشلم د مسلمانانو حکومت نۀ ؤ. بلکې هلته د مشرکانو ايرانيانو قبضه وه. تاريخ چې ايراني حکمران خسرو پروېز پۀ ٦١٤ز کښې پۀ يروشلم يرغل وکړو او روميانوڅخه ونيوله، روميان د ٦٣ بل مسيح څخه ورباندې برلاسه شول. (٦٣ق م سے اس پر قابض چلے آرهے تهے) د ايراني سلطنت سياسي قبضه پاې ته ورسېده. چې کله رومي حکمران (Heraclius) هرقليس ته بېرته ماتې ورکړه او پۀ يروشلم باندې بر لاسے شو. د دې مطلب دا شو چې حضرت محمد(ص) د هجرت څخه مخکښې کوم وخت چې د معراج پۀ يون کښې يروشلم ته راغلو او اقصٰي کښې ئې نموځ وکړو دغه وخت پۀ يروشلم باندې د ايراني باچا حکومت ؤ. د دې څخه د الله د نبي (ص) دا سنت ښکاره کېږي چې عبادت بايد د يو او بل سره ګډ نۀ شي.

    (٣) د نبي (ص) د دغه سنت درېمه بېلګه د هجرت څخه وروسته پۀ ٦٢٩ز کښې کېږي.کۀ چرې پېغمبر(ص) او اصحابو (رض) دغه شرط اړين بللے وے او وئيلے ئې وے چې مونږ عمره ( پۀ مکه کښې) هغه وخت کوو چې پۀ مکه دې د مسلمانانو سياسي اقتدار وي. نو ( دے) او د دۀ صحابه کرام (رض) به د عمرې لپاره کله هم مکې ته نۀ وے راغلے. د دغه پورتني سنت پۀ رڼا کښې د يروشلم د مسئلې حل دا دے چې د يروشلم د سياسي بلواکي يا قبضې مسئله دې د مسجد اقصٰي د عبادت د سوال څخه حل کړل شي. مسلمان کۀ هغه د فلسطين وي. کۀ د نورو هېوادونو هغه دې پۀ پراخ مټ مسجد اقصٰي ته راشي او د خپل رب عبادت دې ترسره کړي. عبادت دې د سياسي واک (اقتدار) سره ګډ نۀ کړے شي. خلاصه دا شوه . د يروشلم د مسئلې يا شخړې يوازينے عملي حل دا دے چې پۀ دغه معامله کښې دې پورتنيو حديثونو ته پۀ غور او ډېر غور وکتل شي. د يروشلم د شخړې سياسي اړخ دې د مذهبي اړخ څخه جدا کړے شي . دا پۀ دې چې د ټولو خلقو لپاره د دوي د عبادت پۀ لاره کښې رکاوټونه يا خنډونه پاتې نۀ شي. او دوي پۀ هر حالت کښې يروشلم ته لاړ شي او پۀ ازاده توګه خپل عبات وکړي .

    تاريخي توپېر

    پۀ يروشلم باندې د مسلمانانو واک پۀ لمړي وار پۀ ٦٣٨زکښې ټينګ شو، ددې څخه وروسته پۀ ١٠٩٩ز کښې بېرته دمسيحانو لاس ته ولوېدو.٨٨ کاله وروسته يعنې پۀ (١١٨٧ز) کښې صلاح الدين ايوبي بېرته له عيسايانوخلاص کړو.دغه رنګ د يوولسمې پېړۍ او د دولسمې پېړۍ پۀ بيان کښې غوټ د ٩٠ کالو زمانه داسې تېره شوې ده چې پۀ يروشلم دکافرانو قبضه وه. دا د تاريخ هغه زمانه ده چې تراوسه لا د مذهبي ازادۍ وخت نۀ ؤ راغلے. پۀ نړۍ کښې هرې خوا ته د مذهبي جبر يا د زور نظام شتون درلود. پۀ دې خاطر پۀ يروشلم باندې د مسيحي واکۍ سره د مسلمانانو (ورتګ) هم عملاً پۀ ټپه بند شو. تر يو وخته پورې مسلمانان د مسجد اقصٰي د زيارت څخه محروم شول. مګر پۀ ١٩٦٢ز کښې ئې کله يروشلم پۀ يهودي واکۍ کښې راغے نو زمانه بدله شوې وه اوس پۀ ګرده نړۍ کښې مذهبي خپلواکي د هر سړي حق بلل شوے ؤ. دغه زمانې يا وقتي فرق دومره مزغن (Stranger) شوے ؤ چې د يروشلم نوي حکمران لپاره دا ناشونې شوې وه چې دوي دې مسجد اقصٰي ته د مسلمانانو پۀ راتګ پابندي ولګوي. بيا هم مسلمان دغه نوے امکان استعمال نۀ کړي . د دې ماده لامل دا ؤ چې د زمانې يا وقتي فرق وپېژندو.

    عمومي مجلس

    د شريعت پورتني قانون يا اصول چې بيان کړل شو، د دغه تړاو محض د يروشلم يا د بېت المقدس سره نۀ دے. دا يو عام شرعي اصول دے. دغه د ژوند پۀ هر اختلافي شخړه باندې لاګو کېدلے شي. حتٰي دا وئيل به هم صحيح وي څرنګه چې د دغه شرعي قانون څخه د ناخبرتيا پۀ بنسټ مسلمان پۀ پرله پسې ډول د يو ستر نعمت يعنې د مسجد اقصٰي د عبادت څخه لګيادي محرومه کېږي. دغه رنګه مسلمان پۀ اجتماعي ژوند کښې هم پۀ ټوله نړۍ کښې زبردست تاوان زغمي. نوي حالات د مسلمان لپاره هرځاے د وينې او دعوتي کارونو لار پرانستلې ده.

    کله مسلمان د دغه قيمتي موقعو دکارولو څخه محرومه يا بې برخې وي. د دغې يواځينے لامل پورتني اصول نه مراعاتول دي او بس …. د دغې تقاضا هم دا ده چې مومن مسلمان بايد ديني او سياسي اړخ سره بېل کړي. دوي بايد سياست او اقتدار پۀ خپله ځانګړي ليک کښې وساتي. او دعوتي امکانات بايد….. بايد… پوره وکاروي. مګر دوي هرځاے د اسلامي انقلاب پۀ محاصر د سياسي حکمرانانو سره پۀ نښتو اخته دي. د دې پايله دا راووتله چې د نوي دور د ښو امکاناتو د استعمال څخه پاتې شول او د مسلمانانو پۀ برخه کښې د تباهۍ او بربادۍ پرته هېڅ هم را نۀ غلل. د مسلمانانو پۀ يوه ډله کښې نن سبا يوه جمله تکرارېږي چې اسلام مذهب هم دے او حکومت هم دے. پۀ دغه شاليد کښې پۀ يو غېرملکي سفر کښې څۀ عرب ځوانانو ما څخه پوښتنه وکړه چې د مذهب او د حکومت د بېل والي پۀ حقله ستا څۀ رايه ده؟ ما ورته ووئيل يعنې د ګروهي يا عقيدې پۀ ډول پۀ دواړو کښې فرق نشته مګر د عملي اړتيا پۀ ډول پۀ دواړو کښې ډېر توپېر شته. عقيده تل د ائيډيلزم پۀ اصولو جوړېږي. مګر ترکومه ځايه چې د عملي کورس يا مطالعې تړاو دے. هغه تل د وخت حالاتو او ضرورياتو تابع وي. دا يو عام اصول وي چې د هرڅۀ پرته د ژوند د ټولو معاملاتو سره تړاو لري. دغه رنګ د دغه تعلق د اسلام سره هم شته. پۀ اقتصادي يا ګروهي ډول (بې له شکه) پۀ اسلام کښې مذهب او سياست دواړه شته. مګر کله چې عملي پلان يا منصوبه بندي ترسره کېږي نو د وخت او حقيقي حالاتو ته بايد پاملرنه وشي.

    د عقيدې او د عمل د توپېر پۀ بنياد پۀ اسلام کښې د يو جوړ شوي حکومت خلاف بغاوت حرام بلل شوے دے. کۀ څۀ هم هغه حکومت پۀ ظاهره غېراخلاقي هم وي او خواه د هغۀ خلاف راپورته شوې ډله ډېره ديني هم وي مګر د عملي پايلې پۀ اعتبار سره هغه رنګ بغاوت د ظلم او سختۍ فتنې سوب جوړېدے شي.

    دغه شان اقدام د هغۀ د ختمېدولو ذريعه نۀ شي جوړېدلے. دغه رنګه له چوره ډکې بېلا بېلې مونږ پۀ کشمير، چيچنيا، برما، افغانستان، مصر او الجزائيرکښې ليدلے شو. پۀ دغو هېوادونو کښې د مذهب پۀ نامه چې کوم قومونه پورته شوي دي هغه د مکملې بربادۍ سوب خو شو، مګر بل څۀ نۀ، بل صورت ئې دا دے چې د داسې کړنو لپاره پۀ ټولنه کښې دغسې يا د قبوليت ځاے نۀ وي. ځکه نو پۀ ښکاره د يو عملي بريا يا وجود هم ټولې سرښندنې (قربانيانې) بې پايلې پاتې شي. مګر حقيقي نتيجه ترلاسه نۀ شي. دغه رنګه پۀ ګاونډي هېواد کښې هم د اسلام نعره وشوه مګر چې کله دغه ملک جوړشو نو دلته د ځان ځانۍ، ماده پرستۍ او خپل منځي شخړو پرته بل څۀ پۀ لاس رانغلل. دغسې پۀ افغانستان کښې ډېرې قربانۍ ورکړل شوې او پۀ زور د سياسي چارواکو د بدلېدو هڅې وشوې مګر چې کله اسلام پاله تنظيمونه واک ته ورسېدل نو پۀ داسې لام (جنګ) سره اخته شول چې بېلګه ئې نۀ ترسترګو کېږي او داسې نور نور…

    دغه ډول پۀ ايران کښې هم د مذهب د نعرې سره يو سياسي بدلون راغلے ؤ . دغه اسلامي انقلاب تر يو وخته پورې د پروپېګنډې پۀ زور د اسلامي کېدو هڅې وشوې مګر نتيجه ئې بيا هم پۀ صفر کښې د صفر راووته. او بل څۀ نۀ ….؟

    د دې څخه جوته شوه چې دين او حکومت دواړه کۀ څۀ هم پۀ اقتصادي ډول يو دي مګر پۀ عملي اعتبار سره جدا جدا دي. د دين يوه برخه هغه ده چې د هغې کول يا ترسره کول د سړي د خوښې سره اړه لري. (ايک حصه دين کا وه جس کى تعميل فرد کى اپنى مرضى پر منحضر هوتى هے) داسې احکام هر وخت پۀ هر چا باندې فرض وي. د خلقو لپاره اړينه ده چې هغه پۀ هرحال کښې هغه ترسره کړي.

    د دين دوېمه برخه هغه ده چې د کوم اډاڼه پۀ اجتماعي حالاتوا و اجتماعي خوښه باندې ده. د دين د دغه برخې لپاره د اجتماعي ارادې او موافقې ضرورت احساسېږي. پۀ اسلام کښې دين اوسياسيت يو دي. کۀ څوک دغه د يو والي نعره خو وکړي مګر دغه نعره کۀ خلق او ټولنه جوړه نۀ کړي مګر پۀ حکومت بايد اولس باندې د لاس بري يا قبضې هڅو ته دوام ورکړي. يو خو به دغه ډله سراسرناکامه شي. او قطعاً به بريا ته ونۀ رسېږي. د دغسې بغاوت يا د قدم پورته کولو پۀ نتيجه کښې به فساد بلکې ستر فساد پېدا شي او جوړ جاړې به رانۀ شي. د عقيدې او د عمل يا د سياست تفريق د اړتيا پۀ بناء پۀ اسلامي احکامو کښې شته د بېلګې پۀ ډول د هر مومن مسلمان لپاره اړينه ده چې د زکات او حج د عقيدې پۀ اعتبار فرض وبولي. مګر پۀ عملي ادائيګۍ کښې ذمه واري پۀ هغه سړي باندې شته چې هغه پۀ عملي شرطونو باندې پوره وي.

    پۀ اوسني وخت کښې مسلمان هرځاے د ستونزو ښکار دے او دغه ذمه واري د اسلام پۀ دښمنانو اچوي. مګر دا يوه غلطه خبره ده حتٰي دا پۀ خپله د اسلام غندنه ده. ولې چې د قران او سنت مطابق خداے پاک د ايمانداره خلقو کومکي دے بيا نو دا څنګه شونې ده؟ چې کافران دې پۀ مسلمانانو باندې برلاسي شي. او الله تعالي دې د مومنانو ملاتړ ونۀ کړي. حقيقت دا دے چې مسلمان نن پۀ کومو ستونزو کښې راګېر دے پۀ يقيني ډول دا يو مصنوعي حالت دے. دا د پېغمبراسلام (ص) د سترو سنتو د نۀ عملي کېدو پايله ده. د اوسني وخت مسلمانانو پۀ خپله دا نظريه جوړه کړې ده چې ترڅودوي سياسي واک ترلاسه کړے نۀ وي تر هغه پورې پۀ دين توحيد باندې عمل شونې نۀ دے. د دغه غلطې مفروضې پۀ بنسټ نن هرځاے د نړۍ مسلمانانو جنګ پېل کړے دے. د دې پايله دا شوه چې دوي د غوره ديني احکاماتو د استعمال څخه محرومه پاتې شول . دا هغه مقام دے چرته چې د مسلمانانو د پرمختګ لاره ډبه شوه. مسلمان نن احساسوي چې د دوي لاره د هرې خوا څخه بنده شوې ده مګر پۀ دغه نړۍ کښې د هېڅ ډلې لپاره لاره نۀ تړل کېږي. البته کله دغه ډله پۀ خپله ناپوهۍ سره خپله لاره پۀ ځانونو باندې تړي. دغه د نن مسلمان سره کېږي. مسلمان پۀ پورتنيو سنتو باندې عمل نۀ شي کولے او نۀ ئې کوي. دوي د دين توحيد معامله د سياسي اقتدار د شخړې څخه بېله کړې نۀ ده. مسلمان هرځاے پۀ خپل کورکښې د حکمرانې ډلې سره پۀ ټکراو اخته دي ولې چې پۀ ناسمه ډول دا فکر کړے دے چې ترڅو پۀ واک قبضه ونۀ کړم ترهغه پورې زۀ پۀ پوره دين عمل نۀ شم کولے. يعنې بې له شکه يوه وسوسه ده البته يوديني حقيقت نۀ دے . مسلمان ملت ته پکار ده چې دوي ديني چارې دسياست څخه لرې وساتي او د اقتدار د بدلون څخه مخکښې چې دوي ته کومې موقعې حاصلې دي هغه بايد پۀ ښۀ ډول وکاروي، پۀ دغه حکمت نبوي يا سنت نبوي باندې د عمل کولو وروسته به دوي وويني “که ان کيلئے تمام دروازے کهل گئے هين”. او د ژوند هېڅ دروازه به پۀ دوي بنده نۀ شي (زندگى کا کوئى دروازه بهى ان پر بند نهين هوگا) .

  • د پاکستان پۀ دستور سازه اسمبلۍ کښې د باچا خان پۀ تاريخي تقرير کښې د قوم پرستۍ يا (ملتپالنې) د ټکي وضاحت – پروفېسر نور احمد فطرت اچکزے

    د پاکستان پۀ دستور سازه اسمبلۍ کښې د باچا خان پۀ تاريخي تقرير کښې د قوم پرستۍ يا (ملتپالنې) د ټکي وضاحت – پروفېسر نور احمد فطرت اچکزے

    وائي چې کله د پاکستان د دستور سازې اسمبلۍ غونډه پۀ وړومبي وار پۀ کراچۍ کښې پۀ ٢٣ فروري ١٩٤٨ز کښې کېدله نو د غونډې پۀ وړومبي نشست کښې باچاخان د پاکستان د منلو سوګند پورته کړو. پۀ قول د ډاکټر اسرار “جناح صاحب د ډېرې خوشحالۍ نه باچاخان له غېږه ورکړه . جناح صاحب پۀ دغه موقعه ووئيل چې زۀ محسوسوم چې زما د پاکستان خوب نن رښتيا شو. بيا ئې باچاخان لۀ ډوډۍ وکړه او دواړو مشرانو يو بل سره مخ پۀ مخ خبرې وکړې. پۀ پنځم مارچ ١٩٤٨ز کښې چې کله باچاخان د پاکستان پۀ پارلېمنټ کښې د خبرو کولو د پاره ودرېدو نو ټولې سترګې او ټول غوږونه د باچاخان پۀ لور شو” (١)

    دا ډېر اوږد تقرير شوے دے او ستر مشر باچاخان د کراچۍ پۀ پارلېمان کښې خورا ډېرې د کار خبرې کړې دي خو زۀ به د موضوع سره سم دلته يوازې هغه ټکي را واخلم چې باچاخان د قوم ، هېواد او افغان ملت پۀ حقله کړي دي . باچاخان پۀ خپل تقرير کښې ووئيل. ما پۀ څو څو کرته د پاکستان پۀ حکومت واضحه کړې ده چې مونږ به ستاسو پۀ حکومت کښې هېڅ مداخلت نۀ کولو خو بيا بيا دا کوششونه کېږي چې مونږ ته دښمنان وئيل کېږي. د جنګ پرستو دا خيال دے چې دوي سره به زمونږ د زړونو او ذهنونو نه د قوم پرستۍ جذبات لرې شي ما دا خطره محسوسه کړې ده ستاسو کۀ زما پۀ حقله هرڅۀ خيال وي خو زۀ تخريبي سړے نۀ يم يو تعميري بنده يم (٢)

    کۀ چرې تاسو زما د ژوند مطالعه وکړئ نو تاسو ته به معلومه شي چې ما خپل ژوند د وطن، قوم او انسانيت د خدمت د پاره وقف کړے دے. درېمه خبره چې زۀ ئې تاسو ته کول غواړم هغه دا ده چې پۀ ما الزام دے چې زۀ پۀ پښتنو کښې د صوبائيت او جدا قوميت جذباتو ته اشتعال ورکوم پۀ حقيقت کښې تاسو خلق د دې صوبائيت خالقان يئ، مونږ پښتنو خو د سره دا خبره پېژندلې نه………..

    مونږ نۀ پوهېدو چې صوبائيت څۀ څيز دے؟ دا پۀ پښتنو کښې نۀ ؤ. د سندهـ مثال به واخلو ايا پۀ سندهـ کښې هم مونږ صوبائيت پېدا کړے دے . سوال دا دے چې صوبائيت څنګه پېدا شو؟ باچاخان ووې چا درته صوبائيت ښودلے دے؟ صرف پنجابيانو؛ تاسو د اسلام پۀ نوم خلقو لۀ د څۀ وخته پورې دهوکه ورکولے شئ خو د اوږدې مودې د پاره چا نه بېوقوفان نۀ شئ جوړولے. دا د قدرت قانون دے چې هېڅ يو څيز بغېر د څۀ وجې نه پۀ وجود کښې نۀ راځي او دغه شان دا ټول حالات هم پۀ خپله د ځانه پېدا شوي نۀ دي.

    باچاخان ووې مونږ صرف تاسو سره شاملېدے شو د افغانستان سره نه ځکه چې پۀ مونږ زياته دعوي ستاسو ده کۀ چرې دا ممکن وي چې زمونږ بنګالي وروڼه چې د خېبر نه دوه زره ميله لرې پراتۀ دي زمونږ سره نزدې اوسېدے شي. زمونږ وروڼه دي نو زمونږ خپل وروڼه چې پښتانۀ هم دي او مونږ ته نزدې هم دي چې پېرنګيانو مونږ نه شوکولي دي ځکه چې پښتانۀ د هغوي د پاره زيات خطرناک وو. تاسو خو زمونږ وروڼه ياست تاسو ولې زمونږ پۀ متحد کېدو زمونږ نه وېره کوئ. باچاخان ووې چې زمونږ د پښتونستان څۀ مطلب دے؟ زۀ اوس تاسو ته دا مطلب څرګندوم هغه خلق چې دلته اوسي هغوي ته سندهيان وئيل کېږي ځکه چې د هغوي د علاقې نوم سندهـ دے. دغه شان پنجاب او بنګال د پنجابيانو او بنګاليانو دے. دغه شان زمونږ صوبه هم زمونږ ده. مونږ هم يوقوم يو او مونږ پۀ دې ملک کښې شامل يو مونږ دا غواړو چې زمونږ دې هم خپل نوم وي چې خلقو ته پته ولګي چې دلته پښتانۀ اوسېږي. باچاخان ووې چې پښتون د يو قوم نوم دے او مونږ خپلې علاقې ته د پښتونستان نوم ورکول غواړو. زۀ دا وضاحت کوم چې هندوان مونږ ته پټان وائي، فارسي وان مونږ ته افغان وائي. زمونږ حقيقي او اصلي نوم پښتون دے مونږ پښتونستان غواړو مونږ ډيورنډ لائن نه دېخوا ټول پښتانۀ پۀ پښتونستان کښې يوځاے کول غواړو. تاسو پۀ دې معامله کښې زمونږ مرسته کوئ . کۀ تاسو پۀ دې بحث کښې پرېوځئ چې پاکستان به دې سره کمزورے شي نو زۀ دا تسلي درکوم چې د يو سياسي جلا يونټ سره هېڅ کله پاکستان نۀ کمزورے کېږي او داسې نور. (٣) تاسو به پورتني تقرير د اقتباس پۀ سرکښې لوستلي وي چې باچاخان يو ځل پۀ زړۀ پورې او زړۀ وړونکې “وېنا” پۀ منځ کښې ووئيل چې مونږ ته دښمنان وئيل کېږي. د جنګ پرستو دا خيال دے چې د دې سره به زمونږ د زړونو او ذهنونو نه د قوم پرستۍ جذبات لرې شي او داسې نور اوس دلته دا پوښتنه راپېدا کېږي چې پۀ ملتپانه کښې هغه څۀ دي چې دغه د پارلېمان غړي ئې دښمني ګڼي. بل سوال دا هم کېږي چې ايا پۀ رښتيا هم پۀ اسلام کښې قام خواهي يا قوم پرستي ناروا ده؟ لکه زمونږ سياسي ملايان چې د خپل ووټ دزياتولو پۀ خاطر اولس ته پۀ خپلو ناستو کښې پۀ هسکو غاړو وائي چې قام پرستي بت پرستي ده وغېره. زۀ وايم کۀ يوخوا ته د هند د نيمې اوچې (برصغير) پۀ سياست کښې د ملتپالنې پۀ حق کښې ډېر لوے او پرېمانه تبليغ شوے دے نو بلخوا ته د دې ځانګړي ټکي پۀ ضد د محراب پۀ کچه هم دومره “مخالف مجلس” شوے دے چې احاطه کول ئې بېخي ګران کار دے( قوميت او اسلام) ئې د اميرحمزه شينواري د ژور فکرونه کتاب برخه ده. د مخ ١٠٠ نه تر ١١٢ پورې … پۀ دغه قوميت او اسلامي مقاله کښې يوځاے حمزه بابا ليکلي دي. “انفراديت د هرڅيز فطري نخښه ده او اجتماعيت د رياست د ضرورياتو نه پېدا کېږي. اسلام دين فطرت دے او هېچرې داسې قانون نۀ وضع کوي چې هغه د فطرت نه خلاف وي ځکه چې پۀ داسې حالاتو کښې اسلام به هېڅ چرې وده ونۀ کړے شي. د قام مينه د انسان پۀ فطرت کښې ده او هېڅ طاقت دا فکري مينه نۀ شي فناکولے. لېکن اسلام هره فطري تقاضا د يو خاص اندازې پۀ طور ازاده ساتي چې هغې ته اعتدال وئيلے شي . اسلام هره فطري تقاضا ازاده پرېږدي نو بس اسلام د دنيا د ټولو قومونو نه يو مرکزي نظام غواړي او ټولو افرادو ته هدايت کوي چې هغوي به يو څو بنيادي اصولوکښې د اسلامي جمعيت سره متفق شي او بس اسلام د افرادو قامي روايات،امتيازات،تشخصيات هېچرې نۀ فنا کوي بلکې هغوي ته ژوند او ترقي ورکوي” (٤)

    د کله نه چې پېرنګے دې سيمې ته يعنې برصغير ته راغلےدے نو هغوي پۀ سرکاري کچه د هند پۀ نيمه اوچه کښې د دوه قومي نظريې پۀ حقله يو ستر “چال” چلولو او هندي اولس ته ئې دغه ستره دهوکه د اسلام پۀ تبليغ کښې ورکړه. لومړے خو ئې دا (دريا) ووهله چې هندو او اسلام دوه بېل بېل مذهبونه او جدا جدا کلتورونه دي. دوي يو بل سره ګوزاره نۀ شي کولے. دغه دوو لويو مذهبونو ته پکار ده چې پۀ مذهبي حواله سره جدا شي. بل ئې دا ووئيل چې متحده او ناوېشلے هندوستان هم بايد پۀ مذهبي حوالې سره ووئيل شي اوس کۀ دلته مسلمانانو پۀ ځانګړي ډول باچاخان، ولي خان او نورو ډېرو خدائي خدمتګارانو هرڅومره نعرې سورې وکړې چې متحد او ناوېشلي هندوستان سره وېشي ځکه چې د هندوستان تقسيم د هندو تقسيم نۀ دے بلکې پۀ دې وېش باندې مسلمانان دوه درې ټکړې کېږي خو هغه دچا خبره ده چې د پېرنګي د زور ور حکومت او د دوي د مکارو تالي څټو پۀ مقابله کښې د باچاخان ، خان شهيد، خان عبدالولي خان ، غني خان، فضل احمد غازي، فقير اييي، (مرزاعلي خان) او نورو خبره چا اورېده ۔ قاضي ملا عبدالسلام بابا پۀ خپل (سوسن چمن) کتاب کښې ليکي.

    1۔ مشک پۀ خرو بويوې ولې رخسن پرېږده و ګلانوته سوسي دحسن پرېږده

    2۔ انګرېزانو عزيزانو پله اخته کړل غم د داسې غم کوه زکندن پرېږده

    3۔ د خامپو څو غرښاخه پۀ مرګ پاتېږي سرانداب له څۀ ادمه عدت پرېږده” (٦)

    د هندوستان د قومي او مذهبي تقسيم څخه وروسته چې کله داسلام، اسلامي قانون، قران و حديث او اسلامي ورورولۍ پۀ نوم يو اسلامي هېواد د نړۍ پۀ نقشه را ښکاره شو نو دا ملک هم د ارواښاد محمد علي جناح او د دۀ د لومړي تقرير سره سم مخ ته نۀ ولاړي بلکې دلته هم جاګېردارانو،سرمايه داره او مذهبي طبقې خپل يو مخصوص قانون رامنځته کړي. د ١٩٤٧ز لږ وروسته دلته د اسلامي، فلاحي او قومي ملک خبرې پاې ته ورسېدې. دغه پاک سرزمين ځمکه تر ډېره سرزمين بې ائين وچلېدله. تر دې پورې چې پۀ ١٩٥٨ز کښې يوه ورځ ايوب خان پۀ جمهوري او فلاحي هېواد يرغل وکړو او دا ملک ئې د ډېر وخت د پاره پۀ ولقه کښې واخست . تر دۀ وروسته يحيٰي خان قزلباش واکمن شو د دوي پۀ سترو سترو او نۀ بخښونکو تېروتنو پۀ پايله کښې پۀ يو اويا سنه کښې مونږ نيم پاکستان بائيلود او بګله دېش هېواد د شېخ مجيب پۀ قيادت کښې جوړشو. د خبرې مقصد مې دا دے چې د هندوستان د تقسيم وروسته دغه وډهېره ګانو، سرمايه دارانو او فوځي حکومتونو پۀ خپل دور کښې د فلاحي ملک پاکستان “پاکستان کا مطلب کيا لااله الاالله” نعره د مذهبي ګوندونو (لکه جماعت اسلامي او نورو) پۀ کومک ولګوله نو د دغه تش پۀ نوم اسلامي نعرې يا د اسلامي حکومت پۀ نوم يو مذهبي لټرېچرتيار شو. پۀ دغه ځانګړي لټرېچرکښې دا ووئيل شو چې مونږ ټول مسلمانان يو مونږ پاکستان يو ملت يو.مونږ ټولو ته پکار ده چې د خاورې ، ثقافت، ژبې او هېواد خبره ونۀ کړو. د دغه تبليغي مذهبي نعرې سره د هېواد پۀ ټولو ښوونځيو او تعليمي ادارو کښې يواځې اردو او انګريزي ژبې رائجې شوې نورې ټولې قومي ژبې لکه پښتو، بلوڅي، پنجابي، براهوي، هزارګي، فارسي او داسې نورې قومي ژبې او زاړۀ ثقافتونه او ملي تاريخونه شاته کړے شو۔ د (مطالعه پاکستان) پۀ نوم يو داسې جانبداره تاريخ پۀ سکولونو کښې جريان پېدا کړو چې هېڅ يوه خبره او واقعه ئې رښتيا نۀ وه او نۀ ده. پۀ دغه کتاب کښې يواځې هغه خلق اتلان وبلل شول چې پۀ مسلم ليګ ګوند کښې وو.

    حمزه بابا يو ځاے پۀ قوميت او اسلام “کښې ليکي: ” زۀ حېران شم چې د ځينې ځينې خلقو خيالات ولولم چې هغوي ليکلي دي چې پۀ اسلام کښې د قوميت هېڅ حېثيت نشته بلکې ځينې حضرات خو دومره بره لاړ شي چې ووائي چې د قوميت تصور هډو سړے د اسلام نه خارج کوي. د دې قسمه خيالات خو د هغو خلقو وي چې د اسلام د تعليم نه بلکل بې خبره وي او لا د هغۀ خلقو چې د خاص مقصد د پاره د قوميت مخالفت کوي! ليکن زۀ به هغو وروڼو ته ووايم چې اسلام د قوميت مکمل حفاظت کوي او هر چا ته دا موقعه ورکوي چې هغه خپل قامي روايات او امتيازات ژوندي وساتي او کۀ اسلام قومونو ته دا موقعه نۀ وے ورکړے نو هېڅ چرې به قامونو د اسلام چغ ته يا اطاعت ته غاړه نۀ وه ايښې ځکه چې دا به د انساني فطرت نه خلاف حکم ؤ او انسان هېڅ چرې د خپل فطرت نه خلاف منلو ته تيار نۀ دے. پۀ قران کښې راځي (ژباړه)

    “يعني تاسو ټول بنيادمان د يوې ښځې او سړي نه پېداياست بيا خداے ستاسو نه مختلف قامونه او خېلونه جوړکړل د پاره د تعاروف پۀ تاسو کښې ډېر ښۀ دي چې متقي وي”۔

    لېکن دې صاحبانو ته زۀ وايم چې ترڅو د جدا جدا قامونو امتيازي وجود نۀ وي نو د “لتعارفو” عظيم مصداق به څۀ رنګه پېدا شي بيا چې پۀ “تعارفو” کښې کوم عظيم مقصد پروت دے هغې ته خو هډو خيال نۀ کوي زۀ غواړم چې هم د دې ايت نه د قوميت ضرورت ثابت کړم او وښائم چې پۀ دې کښې د الله څومره حکمت پټ پروت دے” (٦)

    نو د ستر حمزه بابا د پورتني عبارت پورې به دا ووايم چې باچاخان بابا خو پۀ اسلام ډېر ښۀ خبر ؤ بيا پۀ اسلام کښې د قوميت پۀ ضرورت هم ډېر ښه پوهېدو ځکه خو يو ځل د پاکستان پارلېمان ته ئې لياقت علي خان ، فېروزخان نون، غضنفرعلي خان او جناح صاحب او داسې نور سياسيون ناست وو. دۀ ووئيل کۀ چرې دا ممکن وي چې زمونږ بنګالي وروڼه ئې د خېبر نه دوه زره ميله لرې پراتۀ دي . زمونږ سره نزدې اوسېدے شي چې پۀ اسلام کښې زمونږ وروڼه دي نو زمونږ خپل وروڼه چې پښتانۀ/ افغانان هم دي او مونږ ته ترټولو نزدې هم دي چې پېرنګيانو مونږ نه شکولي دي ځکه چې پښتانۀ د هغوي د پاره ډېر خطرناک ستاسو( پاکستانيان) خو پۀ اسلام کښې زمونږ وروڼه ياست ولې؟ زمونږ پۀ يو کېدو زمونږ نه وېره کوي. يو ځاے وائي چې زمونږ د پښتونستان څۀ مطلب دے؟ بيا ورته وائي چرې چې پښتانۀ پۀ زيات شمېر کښې اوسي هم هغه ځاے پښتونستان يا پښتونخوا ده. وروسته باچاخان د لياقت علي د پوښتنې پۀ جواب کښې وئيلي دي چې پښتون د يو قوم نوم دے او مونږ خپلې علاقې ته د پښتونستان نوم ورکول غواړو مونږ د ډيورنډ لائن نه دې خوا ته ټول پښتانۀ پۀ پښتونستان کښې يوځاے ليدل غواړو تاسو پۀ دې معامله کښې زمونږ مرسته وکړئ. کۀ تاسو پۀ دې بحث کښې پرېوځئ چې پاکستان به د دې سره کمزورے شي نو زۀ دا تسلي درکوم چې د يو جدا سياسي يونټ سره هېڅ کله پاکستان نۀ شي کمزورے کېدے او داسې نور کۀ مونږ د باچاخان د پورتنۍ وېنا د متن ټکو ته ځېرشو نو دغه ټکي لکه خپله علاقه پښتون قوم، وروڼه، پښتونستان او داسې نور الفاظ هم مونږ بېخي سم پوهه کولے شي. د دغه ټکو څخه مونږ پۀ دې پوهېدلے شو چې پۀ خپله قوميت، قوم پرستي يا ملپتالنه څۀ ته وائي؟ يا د خپلې خاورې، ثقافت، ژبې، ملي شناخت، خپل مثبت رواجونه ،حجره، جومات او داسې نور څيزونه پۀ پښتونخوا کښې پۀ خپل ملي او قومي کلتور کښې څومره اهميت لري؟ او خپل دغه ملي، قومي روايات او امتيازات بايد ولې وساتل شي. حالانکې زمونږ اوسنے محراب خو (داسلام پۀ نوم) غواړي چې مونږ خپل هرڅۀ ته شا کړو او دلته پردے کلتور د بېلګې پۀ ډول عربي کلتور ومنو حال دا چې اسلام مونږ ته د عربي کلتور د هڅولو توصيه نۀ کوي بلکې اسلام مونږ ته د الله او د هغۀ د رسول (ص) د منلو نصيحت کوي. وائي چې کله پېغمبرصلي الله علېه وسلم پۀ مکه شريفه او مدينه کښې د اسلام سپېځلے دعوت پېل کړو نو خلقو ته ئې د عقايدو د سمېدو ووئيل . حضور اکرم قرېشي اولس امن ته رابولي. د هغه ناوړه رواجونو څخه ئې منع وکړه چې هغه خلقو تاوانونه پېښول. محمد صلي الله علېه وسلم خلقو ته د حلالو او حرامو فرق ورښودو.

    پۀ مونږ کښې چې څوک وطنپاله سياست کوي (اوس لکه قام پرستان او داسې نور) نو خلق پۀ داسې خلقو قسم قسم تورونه لګوي. څوک وائي چې دا خلق لساني سياست کوي، ځينې وائي چې دا خلق تنګ نظره دي او ځينې خو لا دا وائي چې دغه خلق د تعصبه ډک دي وغېره . وائي چې باچاخان بابا وېنا کوله نومسلم ليګي فېروز نون ورته ووئيل چې زۀ د پېښور نه تر چټاکانګ پورې ټول مسلمانان يوځاے ليدل غواړم . بيا وائي چې باچاخان ورته ووئيل خو بيا کۀ د ټولو پښتنو علاقه يوه شي نو چا ته څۀ اعتراض دے؟ هم هاغه پښتانۀ چې پېرنګيانو زمونږ نه بېل کړي دي شوکولي ئې دي دا څنګه د اسلام خبره ده؟ او بيا وائي فېروز نون ورته ووئيل “اور پهرتم افغانستان مين شامل ہوجاوگے”

    اوس نو دا څۀ فېروزخان نون او نورو پرې پروپېګنډه کوله نو به وئيل چې پاکستان يو قوم دے يا اوس هم داسې خلق شته چې وائي ( هم ايک پاکستانى قوم هين) تر دې پورې فېصل فاران د حمزه بابا د کتاب ژور فکرونه ١٤٠ مخ څخه حواله را اخلي ا و ليکي “زمونږ برادران وطن د اسلام ترشا د پښتون قوميت بنيادونه راوباسي او ټول پاکستان ته يو قوم وائي چې بېخي د فطرت خلاف خبره ده. د اسلام د قوميت سره هېڅ تړون نشته. اسلام يو حزب يا ډله ده لکه څنګه چې مولانا مودودي هم پۀ خپل کتاب “رياست” کښې ليکلي دي چې قوم صرف د نسل، ژبې، وينې اوجغرافيائي حالاتو نتيجه وي او حزب يا امت کښې د هرې ژبې او قوم انسانان وي” (٧)

    بل د قوميت مخالفين دا هم وائي چې اسلام کښې د عرب او هم تور او سپين هېڅ فرق نشته بلکې اسلام د امتياز ريښې ورانوي لکه اقبال چې وائي.

    جو کرے گا امتیاز رنگ و خون مٹ جائے گا

    د داسې بې ځايه دليلونو پۀ حقله هم حمزه بابا جواب وئيلے دے”دويم دليل د قوميت د مخالفينو سره دا دے چې حضور اکرم (ص) د مکې د فتحې پۀ ورځ فرمائيلي وو چې تاسو ټول د ادم اولاد ياست او ادم د خاورو نه پېدا شوے ؤ پۀ تاسو کښې د عرب پۀ عجم او د تور پۀ سپين هېڅ فضيلت نشته. پۀ تاسو کښې افضل هغه دے چې عمل ئې ښۀ وي. د دې نه د قوميت نفي ويستل څومره کم فهمي ده. د دې مطلب خو دا دے چې څوک پۀ دې وجه خپل قام د نورو نه ښۀ نۀ ګڼي چې هغه قرېش دے يا ترک دے يا پښتون دے نو دا خبره د هغۀ د فضليت لپاره هېڅ سمون نۀ لري او حقيقت هم دا دے . لېکن د دې نه دا کله ثابتېږي چې يو قام دې خپل امتيازي رنګ هم پرېږدي . خپلې ژبې ته دې هم پۀ مخه ښه ووائي او د خپلو نيکونو روايات دې هم ښخ کړي؟ خپل هغه قامي دې هم پرېږدي کوم چې د اسلامي اصولو نه خلاف نۀ وي. د فتح مکې د خطبې نه دا مطلب نۀ ؤ کوم چې د قوميت مخالفان ئې بيانوي بلکې هغه د تعصب نه ډک تاثر ته اشاره وه. کوم چې د عرب پۀ قبائيلو کښې موجود ؤ هېڅ تاريخ نه به دا خبره ثابته نۀ کړے شي چې رسول کريم صلي الله علېه وسلم عرب د مختلفو قبائيلو انفرادي روايات يا تهذيبونه ختم کړي وي (يادې) البته کوم تهذيبونه چې د کفر او شرک سره متعلق وو هغه ئې لرې کړي وو. نن سبا چې ځينې خلق اسلام اسلام نعرې وهي او د قوميت مخالفت کوي د څۀ خاص غرض د پاره ئې کوي ګنې کۀ چرته پۀ دنيا کښې صحيح اسلامي معاشره را پېدا شوه ټول مسلمان قامونه به بغېر د دعوت نه ورسره پۀ خپله متحد شي” (٨)

    زۀ وايم چې دغه ملتپالو اتلانو ټول عمر د قوم لپاره چغې ووهلې د خپل ثقافت د خپلې ژبې او ملت لپاره ئې پۀ خپل سياست کښې چغه وکړه . پۀ شعر کښې ئې داسې اذان وکړو لکه اجمل خټک چې وائي:

    خېر دے شخوندونه دې پرې ډېر ووهي

    دا زهروره څوک هضمولے نۀ شي

    زما د لوے کور انغرے دې جوړ شي

    خېر دے کۀ پاتې زما څلے نۀ شي

    پۀ پښتنو کښې چې دغه ملنګ جان د قام لپاره، دخپلواکۍ لپاره، د ملت لپاره کوم غږ پورته کړ او پۀ خپلو تلپاتې شعرونوکښې ئې د بېدارۍ چغه ورکړه يا پۀ خپله دغه حمزه بابا وائي چې اغيار چې هرڅومره دوزخي ژبه وبولي خو زۀ به د دغه پښتو سره (کۀ خداے کول) جنت ته ځم.

    تل به پۀ لار د مېړنو سره ځم

    يمه پښتون د پښتنو سره ځم

    څو چې راغونډ پۀ يو مرکز ئې نۀ کړم

    هرې تپې ته د جرګو سره ځم

    وائي اغيار چې د دوزخ ژبه ده

    زۀ به جنت ته د پښتو سره ځم

    زما خيال دے زۀ وايم چې زمونږ دغه ملي اتلانو لکه طاهراپريدے، حمزه بابا، عبدالحئي حبيبي مرحوم، عبدالشکور رشاد، دروېش دراني، سلطان صابر، سائين کمال خان شېراني، ملا عبدالسلام بابا، حميد بابا، رحمان بابا، ستر خوشحال بابا، اجمل خټک، ډاکټر خدائيداد، فضل احمدغازي وغېره دغه نوموړو پۀ پښتون افغان کښې پۀ دې ټولنه کښې يو حق روا جهاد کړے دے. زما خيال دے چې دغه خدائي خدمتګارانو چې شمېر ئې پۀ لکهونو کښې دے دغه مېړنيو خلقو زمونږ لپاره دسياست، د حکومت، دقلم او د کتاب توره وهلې وه. زما پۀ خيال چې باچاخان بابا، خان شهيد عبدالصمدخان، سائين کمال، خان عبدالولي خان او نورو ډېرو مېړنيو زمونږ د ازادۍ جنګ وکړو.او زمونږ د راپورته کېدو هڅه ئې وکړه .

    زۀ ګيله لرم زمونږ د ملا امامانو څخه چې دوي پۀ خپل محراب کښې د دغه ملي اتلانو قيصې نۀ بيانوي زۀ يو وخت يوې مدرسې ته ورغلم نو هلته ما پۀ خپلو خبرو کښې د مير وېس نيکۀ او احمد شاه ابدالي بابا وستائيل يا مې څو قولونه د خان شهيد او باچاخان ووئيل يا مې څو خوابوه اشعار د ستر خوشحال، ستر ملنګ جان او قاضي ملا عبدالسلام بابا ووئيل نو دغه مدرسې ملا ما ته ډېر حېران شول او بيا دوي د دغه مېړنيو اتلانو متعلق زما څخه ډېرې پوښتنې وکړې چې ما ئې جوابونه ورکړل نو ګورئ زمونږ پۀ خپل محراب کښې زمونږ د خپلو اتلانو قيصې نۀ کېږي زمونږ پۀ مدرسو کښې زمونږ پښتنو بچيانو ته محمد بن قاسم، سلطان محمود غزنوي يا د شېخ سعدي حکايتونه بيانېږي اوس وخت رارسېدلے دے چې پۀ محراب او پۀ مدرسه کښې خوشحال بابا ووئيل شي . د ملا عبدالسلام بابا سوسن چمن (ژردانه در) او فقهي (طلب مذهب) ووئيل شي راځئ پۀ خپلو ښوونځيو کښې خان شهيد مطالعه کړو، راځئ پۀ پوهنتونونوکښې د اجمل خټک او نورمحمد تره کي او غني خان کليات ولولو. راځئ چې پۀ خپلو ناخبرو بچيانو خپل پښتانۀ اتلان وپېژنو، راځئ ملا قلندر اڅکزے وروپېژنو ، راځئ لر او بر افغان وپېژنو، نو پۀ پاې کښې به يو وار بيا د ستر باچاخان د مارچ ١٩٤٨ز تاريخي تقرير ته راشم واقعي پۀ دغه تقرير کښې باچاخان د خدائي خدمتګار تحريک يادونه کړې ده. قام پرستي يا ملتپالنه ئې ستائيلې وه. پۀ دغه ملي وېنا کښې د هر پاکستاني غږ کړے ؤ چې مونږ ته د ژوند حق راکړي او مونږ (خدائي خدمتګار) دې ته پرېږدي چې کار وکړو، دۀ مسلم ليګيانو ته ووئيل چې زۀ غواړم چې پښتانۀ سره يو شي او پۀ يوه پښتونخوا يا پښتونستان کښې ضم شي. دۀ د لوے او تاريخي افغانستان سره هم د ښو اړيکو د ساتلو غوښتنه کړې وه.

    دۀ وئيلي وو کۀ چرې تاسو زما ژوند مطالعه کړئ نو تاسو ته به معلومه شي چې ما خپل ژوند، وطن، قوم او انسانيت لپاره وقف کړے دے. دۀ ووئيل زۀ دا هم واضحه کول غواړم چې خدائي خدمتګار يو معاشرتي او سماجي تنظيم دے( تر يوحده) سياسي نۀ دے. دۀ ووئيل چې پۀ مونږ الزام دے چې خدائي خدمتګارتحريک د حکومت تعميري کارونو کښې خنډان اچوي. دۀ ووئيل چې پۀ مونږ تور پورې کېږي چې مونږ امن تباه کوو خو مونږ اعلان کوو چې څوک زمونږ د وطن خدمت کوي خدائي خدمتګاران به ورسره کومک کوي. زۀ دا خبره دوباره کوم چې زۀ د پاکستان د بربادۍ پۀ حق کښې نۀ يم ځکه چې پۀ بربادۍ کښې د هېچا ګټه نشته. دۀ ووئيل زۀ تاسو ته سياسيان وايم چې د وطن پۀ بربادۍ کښې زۀ د هېچا ملګرے نۀ يم کۀ تاسو سره د تعمير او ترقۍ څه پروګرام وي داسې کار چې عمل کښې وي کاغذونو کښې نۀ وي نو زۀ ددې ټول ايوان پۀ وړاندې اعلان کوم چې زۀ او زما ملګري به پۀ مکمله توګه هغوي سره پوره پوره ملګرتيا کوي…. (٩)

    حوالې:

    1. اسرار، ډاکټر، د باچاخان تاريخي تقرير د پاکستان دستورسازه اسمبلۍ کښې (يوه جائزه) پشموله مياشتنۍ پښتون جنوري (٢٠٠٩) مخ ٤٨

    2. اداره، د پاکستان پارلېمنټ ته د باچاخان اولنے تقرير پشموله مياشتنۍ پښتون جنوري ٢٠٠٩ز مخ ٤٤

    3. اداره، د پاکستان پارلېمنټ ته د باچاخان اولنے تقرير، پشموله، مياشتنۍ پښتون جنوري ٢٠٠٩ مخ ٤٦

    4. شينواري، اميرحمزه ، قوميت او اسلام، پشموله پښتون فروري ٢٠٠٩ز مخ ٣٣

    5. شېرزي، اڅکزي، ملا عبدالسلام ، سوسن چمن دويم ټوک ( اشاعت ئې نشته) مخ ١٨٨

    6. شينواري، اميرحمزه، قوميت او اسلام، پشموله پښتون فروري ٢٠٠٩ز مخ ٣٣

    7. فاران، فېصل، حمزه شينواري باچاخان او قوميت، پشموله پښتون جنوري ٢٠١٩ز مخ ٤٣

    8. شينواري، اميرحمزه ، قوميت او اسلام، پشموله پښتون فروري ٢٠٠٩ز مخ ٣٤

    9. اداره، دپاکستان پارلېمنټ ته د باچاخان اولنے تقرير پشموله، مياشتنۍ پښتون جنوري ٢٠٠٩ز مخ ٤٥، ٤٦

  • د خوشحال خان خټک پۀ کلام کښې د عربي شعر عکس – تحرير: ډاکټر سيد عبدالله – ژباړه: پروفېسر نوراحمد فطرت

    د خوشحال خان خټک پۀ کلام کښې د عربي شعر عکس – تحرير: ډاکټر سيد عبدالله – ژباړه: پروفېسر نوراحمد فطرت

    ما چې کله پۀ خوشحال خان د څۀ ليکلو اراده وکړه نو پۀ فطري ډول سره مې (لا تر ډېره حده د وخت دکمي پۀ وجه مې) د يوې عامې موضوع خيال ذهن ته راغلو او ښکاره ده چې د دې څخه زيات سوچ زۀ کولے هم نۀ شم ولې چې زما پښتو کمزورې ده او د خوشحال خان د وئيلو يا لوستو لپاره د يوې ځواکمنې (پياوړې) او ښکلې ژبې اړتيا احساسېږي ۔ ما د مېجر راوټي د مطالعې هڅې هم وکړې لېکن ما چې کله د دۀ څۀ ژباړې تر نظره تېرې کړې نو ما ته داسې جوته شوله لکه زۀ چې د چچ هندکو وائم يا ئې اورم. د اقبال مضبوط کهستاني اواز ما نۀ ؤ اورېدلے چې ډېر ناچاره شوم نو بېرته مې مخ اقبال ته واړوي. پۀ دغه وخت کښې پۀ خوشحال بابا پوهه، اقبال زما لار ښوونه وکړه او زۀ ئې يوه بل خواته متوجه کړم. هوښيارانو ته جوته ده چې اقبال پۀ اکتوبر ١٩٢٨ز کښې پۀ انګرېزي مجله “اسلامک کلچر” کښې يو مضمون ليکلے ؤ چې سر ليک ئې ؤ “خوشحال خان افغان جنګجوشاعر”؛

    ما د دې څخه مخکښې د عبدالصمد پۀ کتاب “خوشحال او اقبال” کښې د دغه مضمون لنډيز وئيلے ؤ مګر دغه نننۍ اړتيا زۀ مجبوره کړم چې اصل مضمون بېرته ولولم. د دغه مطالعې پۀ دوران کښې د علامه اقبال کوم خيال چې زما پاملرنه ځانته واړوله هغه دا وه چې “د خوشحال خان پۀ شاعرۍ کښې د لومړنيو عربو روح پۀ نظرراځي” مونږ چې کله د دۀ د شاعرۍ مطالعه کوو مونږ د دغه بيان فطري اصليت او صداقت پۀ ښکاره شکل کښې وينو. پۀ دې کښې د عربي شاعرۍ ځمکه، د خپلواکۍ او جنګ سره د مينې اظهار شته او د ژوند پۀ حقله ښۀ نظر او د تنقيد رنګ او طريقه هم پۀ کښې وينو. دا هم ماته معلومه ده چې د اقبال پۀ زړۀ کښې د عربي شاعرۍ روح يا عکس او د خپلواکۍ او صداقت ډېر درناوے شتون درلود. پۀ دې خاطر دۀ د “اسرارخودي” پۀ سريزه کښې معاصرو شاعرانو ته د عربي شاعرۍ د پېروۍ سپارښتنه کړې وه نو ځکه ئې وئيلي وو.

    رجعتے سوئے عرب مى بايدن

    اوس چې اقبال (مرحوم) ووئيل چې د خوشحال خان پۀ کلام کښې د لومړنيو عربو روح شتون لري نوګويا دۀ ته …زمونږ د دغه پښتون شاعر پۀ شاعرۍ کښې د خپل تصور مثالي او حقيقي خواږۀ پۀ نظر ورغلل. تر کومه حده چې زۀ پوهېږم…. اقبال د مرزا غالب او دغسې د نظريې نشا پورې پرته پۀ پارسي او اردو ژبو کښې هېڅ شاعر ته دغه علمي مقام نۀ دے ورکړے کوم چې دۀ خوشحال خان ته ورکړے دے. خېر د مقام يا رتبې پېژندنې دغه قيصه يوه جدا قيصه ده. دغه وخت زۀ غواړم چې د ارواښاد اقبال پۀ دغه کړي انتقاد څۀ ووايم لکه دے چې وائي ” چې د خوشحال خان پۀ شاعرۍ کښې د لومړنيو عربو روح يا انځور شتون لري “کہ خوشحال خان کی شاعری میں ابتدائی عرب شاعری کی روح کارفرما ہے”

    معلومه خو نۀ ده چې د ابتدائي عرب د شاعرۍ څخه علامه اقبال څۀ معنٰي اخلي؟ خو بيا هم زما پۀ نظر د دې څخه مراد د جاهل يا ناپوهه عربانو شاعري خو نو يقيناً ده او وي به او داسې نور .

    (1) د سيرت يا د ژوند ليکوونکو يوه وراشه (اصطلاح) داسې جوړه شوې ده دوي چې کله د “سيرت” پۀ سکالوليک کوي نو زياتره داسې کوي چې دوي د نبوت څخه مخکښې د عربيانو د ژوند يو تور انځور وړاندې کوي او وائي چې د نبوت څخه مخکښې ټول عربيان پۀ تيارو کښې ډوب وو. پۀ اخلاقي ډول وحشيان وو، پۀ درځنونو ښځې ئې پۀ کورونو کښې ساتلې او خپلې لوڼه ئې ژوندۍ ښخولې او داسې نور . دغه رنګ خبرې دوي د حضوراکرم صلي الله علېه وسلم د کارنامو يا د وياړونو د رابرڅېره کولو لپاره کوي. دوي فکر کوي چې ترڅو عرب تر وروستي بريده “بد” ښکاره نۀ کړل شي نو نعوذو باالله د حضرت محمد(ص) لوے والے نۀ شي ښکاره کېدلے مګر دا نۀ يوازې د تاريخ سره جبر دے بلکې د قران او حديث خلاف عمل هم دے. د دغه خبرو تاوان دا دے چې پۀ خلقو کښې علمي نقطه نظر پېدا نۀ شي. دغه خبرې د امت څخه حق پټوي او د انځوريو اړخ ورښکاره کوي. پۀ سائنسي انداز کښې د سوچ کولو لاره بنده ساتي او داسې نور. حالانکې قران خو وائي ” چې الله خپل پېغمبر(ص) پۀ ښو خلقو کښې پېدا کړے دے”(الانعام ١٢٤) حضرت محمد (ص) فرمائيلي دي “چې الله انسانان پېدا کړل، بيا ئې زۀ پۀ ښو خلقو کښې راپورته کړم” (تفسيرابن کثير) د دې څخه ښکاره شوه چې پېغمبر(ص) چې پۀ کومو خلقو کښې راغلے ؤ هغه خلق د اخلاق او کردار پۀ اعتبار سره پۀ ټوله نړۍ کښې غوره وو. هم دغه خلقو پۀ نړۍ کښې يو داسې بدلون يا انقلاب راوستے چې ئې بېلګه پۀ ټوله نړۍ کښې شتون نۀ لري. کۀ عرب داسې “بد” وے لکه څنګه چې زمونږ پۀ کتابونو کښې شتون لري نو د اصحابو(رض) داسې غوره ډله به نۀ وے جوړه شوې کوم ته چې قران غوره ډله وائي (ال عمران ١١٠) ۔

    زمونږ ژوند ليکوونکيو ټوله معامله سرچپه کړې ده، يو خوا ته دوي وائي چې د نبوت څخه مخکښې عربيانو پۀ درځنونو ښځې ساتلې بلخوا ته وئيل کېږي چې عربو خپلې لوڼې قتلولې اوس پوښتنه دا ده چې پۀ کومه ټولنه کښې انجونې قتلېږي هلته دومره ښځې پېدا کېږي څنګه؟ دغه د زياتو ښځو ساتل پۀ څۀ سردارانو کښې وجود درلود. پۀ عامو عربيانو کښې دا رواج نۀ ؤ. دغسې دغه د انجونو قتل هم پۀ څۀ غريبو خلقو کښې ؤ پۀ ټولو کښې نۀ…..؟ مونږ ته پکار ده چې ريښتنے تاريخ مطالعه کړو هسې د تاريخ يو اړخ بايد نۀ وکتل شي.

    (مطالعه سيرت مخ ٩، ١٠، ١١، ١٢)

    کۀ څه هم وروستي عربي شاعري (يعنې د بنوعباس تر پېره پورې شاعران د دې څخه نه مو اسلامي د ياد شوي عربي شاعران موضوعاتي او اسلوبياتي څانګړنې خو ډېرې دي. د بېلګې پۀ ډول لکه ابن قيتبه.جرجي زيدان اونکلسن درېواړو پۀ خپله ځانګړې پېرايه يا بيانه کښې د عربو د شاعرۍ يادونه کړې ده. دوي پۀ دغه شاعرۍ کښې د عبرت، د جرات، د غېرت او ناموس لپاره دجنګ علاوه مروت او خپلواکۍ ته ښکاره حېثيت ورکړے دے. دغه خو هغه ځانګړنې دي چې د کومو ته عربي نقادانو د “حماسيي” نوم ورکړے دے. پۀ حماسه کښې ځوان مردي. پۀ ربړو او ستونزو کښې صبر، زغم، ځان پېژندنه، غېرت او غچ دکمزورو يا ناتوانو خونديتوب، د زورورو مقابله، او مزاحمت او داسې نور شته ۔ نکلسن بيا پۀ خپل تاريخ “ادب العرب” کښې د ټيني سن د يوې مصرې شننه کړې وه.

    To Strive to Seek to Find and not Yield

    يادونه! “ښاغلے فاضل ليکوال او نقاد د دغه انګليسي فقرې ژباړه نۀ ده کړې نو ځکه زۀ هم د دې تر ترجمې تېرېږم” (ژباړن يا مترجم فطرت)

    غرض د عربي شاعرۍ پۀ ډېرو مهمو ځانګړنو “حماسه” ډېره لويه درجه لري او چې کله “ابوتمام”د خپلې نمائنده شاعرۍ نوم “حماسه” کېښودو نو د دې خو څۀ لامل خامخا درلود يعنې د دۀ پۀ نزد د عربي شاعرۍ خلاصه يا لنډيز هم پۀ حماسي خيالاتو او جذباتو اډاڼه درلود. نکلسن د دغه حماسي کلام استازي اعظم شعرا وبالي او د دۀ د “لاميه” پۀ نوم قصيده ئې د عربي اتلانو د ژوند تعبير وګڼلو نو بحرحال چې هر څۀ وي خو دا رنګه ماته يوه مناسبه يا وړ سکالو (Topic) لاس ته راغله چې پۀ دې باندې ډېرو لږو خلقو ليک کړے دے. کۀ څۀ ما هم د څۀ لږو اشارو پرته تاسو ته هېڅ هم درکړي نۀ دي. د عربي شاعرۍ دکوم روح ذکر چې اقبال کړے دے د هغۀ نوموړو استازو خيالاتو او جذبات هم هغه دي…….. چې د چا يادونه پورته وشوه دا زما محرومي ده چې زۀ د خوشحال خان له اري يا اصلي پښتو ګټه پورته کولے نۀ شم ۔ د پاشل شوو (متفرق) اشعارو پۀ بڼه کښې چې ما ته د اقبال، مېجر راورټي، دوست محمد کامل او پۀ ځانګړي ډول د ميرعبدالصمد دکتاب (خوشحال او اقبال) څخه “څۀ” پۀ لاس راغلي دي، د دغه پۀ کومک سره پۀ قول د اقبال د “شاعرافغان شناس” د شاعرۍ څخه څۀ ناڅۀ خيال يا تصور د وړاندې کولو جرات او همت کوم. وړومبے خو تاسو د خوشحال خان د مروت (اخلاق، انسانيت او محبت) تصور درواخلئ. د دغه رويې څخه خو د خوشحال خان ديوان ډک دے. دلته د څۀ تلپاتې اشعارو ژباړه کوم. خوشحال خان وائي:

    مروت! اهل شر ته يعنې اشرارو ته د شاهين خېر پېدا کړه او خېريه خلقو ته لکه د کوثرحليم او نرم شو!

    يا د يو خداے تکيه ده يا د تورې ۔ ۔ ۔

    کوم سړے چې د توري سره مينه نۀ لري هغه دې ځانته نر نۀ وائي. دغه نر دې پۀ خپلو لاسونو نکرېزې کښېږدي او سترګې دې تورې کړي او ځان دې چاته لکه د ناوې ښائسته کړي.

    پۀ جهان کښې چې ننګ او ناموس دکوم څيز څخه پۀ لاس راځي هغه عربي اسان دي چې د جنګ پۀ ډګر کښې پۀ کار راځي.

    څوک چې پۀ شا باندې ګوزار وخوري هغه هرکله باتوره نۀ وي

    ازادي! د ازادۍ، د ښېګړې او د غلامۍ ذلت پۀ حقله خوشحال خان ډېر څۀ ليکلي دي لکه چې وائي:

    څوک چې د نورو نوکري کوي هغه ګيدړ دے. شېرتوب يا زمريتوب صرف د خپلواکو خلقو حق دے.

    د زمري ځاے يا خود غرني درو پۀ څوکو دے يا د دۀ قسمت مرګ يا زنځيردے.

    ننګ ناموس! د ننګ لپاره د خوشحال خان تصور بلکې عمل دا دے چې سړے هغه دے چې يا همېشه وي د ننګ ناموس د غېرت او پت لپاره پۀ مېدان ولاړ وي.

    صبر! سړے هغه دے چې تر ډېرې لاندې درجې يعنې تر پورته درجې پورې غېرتمند وي او تر ډېره صابره وي.

    صابري استقامت! پۀ ربړو او ستونزو کښې د صبر او استقامت پۀ باره کښې د خوشحال خان وصيت دا دے:

    خداے چې کوم غم پېدا کړے دے دا د حکمت څخه خالي نۀ وي دا خو يو معيار دے چې مرد او نامرد پۀ پېژندل کېږي.

    غرض د خوشحال خان د مروت تصور د دۀ پۀ کلام کښې ځاے پۀ ځاے ښکاره دے او دا د عربي شاعرۍ عېن مطابق دے.

    ادميت! (خوشحال) هغه سړے ښۀ بولي چې پۀ زړۀ صفا وي، شرم او غېرت پۀ کښې وي پۀ کوم کښې چې دغه ځانګړنې نۀ وي هغه چې بيا څۀ غواړي هغه دې کوي…… مګر هغه انسان نۀ دے.

    اوس دلته د پرتليز جاج (موازنه) لپاره د يو نمائنده شاعر شنغرا مشهوره قصيده “لاميه” وړاندې کېږي چې ما ژباړلې ده.

    ژباړه: او پۀ ځمکه کښې د شريف يا سنجيده وګړي لپاره د ظلم او زياتي څخه د لرې کېدو ځايونه او بغض او دښمني څخه د پټېدو پناه ګاوې شتون لري.

    ستا د ژوند قسم! کوم سړے چې د يوکار د هېلې سره يا د چا له وېرې څخه پۀ عقل سره لاړ شي او داسې (يعنې د عقله څخه کار واخلي) د هغۀ لپاره پۀ ځمکه کښې تنګسي نشته.

    او زما لپاره ستا پرته داسې خلق شته ( د پناه ورکولو لپاره) يا شتون لري. سپين او تورې بڼې والا. د ځواکمنو لېوانو، دپنډ پوست اوږدې لکۍ والا پړانګ رنګه شته هغه يار مخلص نۀ دے چې د دۀ سره پروت راز ښکاره نۀ شي او د دۀ سره پناه اخستلو والا د خپل جرم پۀ وجه ذليل او خوار نۀ شي.

    پۀ دوي کښې هر يو غېرتمند، ځان پېژندانه ، او باتوره دے سره د دې چې دوي پۀ زورورو (مضبوط) اسانو باندې سپارۀ وي او د يرغل وخت راهسې او زۀ به دوي کښې تر ټولو باتوره شم.

    او چې کله د ډوډۍ خوا ته لاس غځول کېږي نو زۀ د لالچي سړي رنګه زر لاس نۀ ور اوړم بلکې پۀ ډاډه زړۀ ډوډۍ خورم. کۀ څۀ هم زۀ ډېر وږے يم (خواه مجهے بهوکا رهنا پړے)دا هرڅۀ پۀ دوي باندې زما د لوريونو(احسانات) د زياتوب پۀ وجه سره وي او ښۀ هغه دي چې پۀ نورو احسان وکړي عملاً نه قولاً .

    زما درې دوستان دي باتوره زړۀ، سپينه تېره شوې توره او کمان يعنې ژړ رنګه اوږد کمان (کمان ته پۀ پښتو کښې ليندۀ وائي دا هغه اله ده چې پۀ دې سره غشي غورځول کېږي (ژباړه) او ډېر ئې ځلوي.

    چې کله غشي د دې ليندې څخه روانېږي نو هغه کمان زر د هغه ښځې رنګه دغمه ډک غږ پېدا کوي. پۀ نري غږ سره د غم غږ زېږوي. لکه پۀ چا چې ډېرې ربړې راغلي وي او داسې نور.

    تاسو وليدل چې د پورتنيو شعرونو څخه د عجمو او پۀ خاص ډول د خوشحال خان سره “د ورته والي” څومره څرکونه ښکاره شول. يقيناً د دې څخه د علامه اقبال د رايې پخلے(تصديق) کېږي. اوس کۀ د دې سره د خوشحال خان يو بل نظم هم ولګول شي نو د عربي شاعرۍ د مسلک (مروت) عکس يا انځور به نور هم روښانه شي. د دغه نظم ژباړه د ميرعبدالصمد دکتاب څخه راخستل شوې ده. د لوستلو لپاره حاضره ده.

    سړے هغه دے چې د همت او برکته ډک وي او د نړۍ د خلقو سره ئې رويه، ښۀ اخلاق او خوږه ژبه وي. د چا چې پټ او ښکاره يو شان وي چې ريښتني وي پۀ خپله ژمنه ولاړ وي. پۀ هغه کښې دروغ او دهوکه نۀ وي. د دۀ د نورو سره مينه بې غرضه وي . ظاهري نمائش پۀ کښې نۀ وي . لږ ګرفتاره وي او پۀ خاموشۍ کښې ډېرکرداره وي. د دۀ ذهن د غنچې پۀ خېر وي لېکن مينه ئې پراخه وي کله دلوړتيا ځاے وي نو (دے) پۀ عظمت کښې د اسمان يعنې د هسک غوندې وي او پۀ عاجزۍ کښې لکه ځمکه داسې وي پۀ وقار کښې لکه غر لوړ وي. لېکن پۀ عاجزۍ کښې ئې لکه “ونه” ښاخونه هرې خوا ته غوړېدلي پۀ نظر راځي( دے) پۀ تازه او زرغون بڼ کښې د غوړېدلي ګل رنګه پۀ نظر راځي چې بلبلان ئې پۀ ښاخ نغمې او ترانې وائي.

    ما چې تراوسه د دۀ د ورته ياد سره شوو موادو ذکر کړے دے مګر ټول هم يو رنګه نۀ دي پۀ دوي کښې يعنې پۀ خوشحال او عربي شاعرۍ کښې فرق هم ډېر شته د بېلګې پۀ ډول د يو ځنګلي او د يو ښاري شاعر پۀ مزاج او پۀ ماحول کښې پۀ فطري ډول ډېر فرق کېدلے شي. دغه فرق دلته هم شته د دې نه علاوه پۀ کړکيښ (History) پۀ ځاے يعنې شخصي حالاتو او کردارکښې ډېر فرق واقع کېدلے شي. مرغان هم سره بېل بېل دي. بيا به هم دا وېنا غلطه نۀ وي چې مماثلتونه يا سره ورته والے هم ښکاره دے ما تراوسه پورې د علامه اقبال د وېنا سره سم د وړومبو عرب د شاعرۍ او شاعرانو يادونه وکړه. لېکن دغه د پرتليز جاج دائره يا ساحه هم پراخېدلې شي. پۀ دغه سلسله کښې د امراء القېس او د متبني د کلام د ورته والي نوره څېړنه هم کېدلې شي. دامرالقېس او متبني سره ملامت او مذمت هم تړلي دي مګر د دې باوجود د دغه دواړو پۀ شاعرۍ کښې يوه برخه داسې ده يا شته چې پۀ کوم کښې د کلاسيکي عرب شاعري جلال او دبدبه ښکاره ده. دغه شان و شوکت (دبدبه) وشاته خپلواکي، بېباکي، غېرت او د حماسې ټولي نقشې پۀ نظر راځي چې د زړې شاعرۍ پرته پۀ خپله د خوشحال خان پۀ کلام کښې هم شته. زۀ پۀ غرض د اختصار يا لنډون امرالقېس پۀ دا سفارش يا پۀ دا وجه پرېږدم چې د عربي او پښتو ژبې يو بل عالم دے. پۀ دغه موضوع د پرتليز جاج پۀ نيت وخت ولګوي. دلته زۀ د متبني عربي شاعر شاعري وړاندې کوم (يا دغه شاعري وړاندې کوم) متبني هغه ستر شاعر دے چې د ځان پۀ حقله ئې وئيلي وو.

    ژباړه: پس اسان (ګوري) شپه او وچ ځنګل ما ښۀ پېژني او ګوزار د تورې او نېزه هم کاغذ او قلم هم يعنې زۀ صاحب د رزم بزم يو سړے د سفر د شجاعت او فصاحت يم لکه چې وائي:

    ناالخيل ولليل والبيداء تعرفني

    والسيف والرمح والقرطاس والقلم

    وې لولئ پۀ دغه شعر کښې جسارت، غېرت، توان، د لوے جلال سره د شاعر دانش خوښي او شعر پرستي وغېره پۀ دغه شعر کښې د ډېرو توکو يادونه شته . دغه رنګه نور متبني پۀ خپل يو شعر کښې وئيلي دي چې د حق او باطل پۀ شخړه کښې د دۀ پۀ شعر کښې د هر جهاد خوښه ملت لپاره يو موثره پېغام شته.

    ژباړه! بې له شکه تورې د هغو خلقو پۀ کار ورځي يا د هغوي کومک کوي د چا زړونه چې پۀ وخت د مقابلې يا سيالۍد دښمنانو د سرتېرو غوندې وي. متبني څۀ وخت د سېف الدوله د بربار سره نزدې پاتې شو. دۀ د خپل عمر زياته برخه د مسلمانانو مخالفينوعلاوه د رومي عيسايانو خلاف پۀ جهاد کښې تېره کړه او پۀ دغه جهاد کښې متبني هم برخه اخستې وه ځکه چې د دۀ پۀ قصيدو کښې د جنګ جدل، قتل و قتال وغېره ډېرې خبرې شته. د متبني او د خوشحال خان پۀ کلام کښې ډېر لفظي او معنوي ورته والے شته. د خوشحال خان دښېرازه شاعرۍ يو لوے اړخ لازمي دے چې د يرغلګر فعل پۀ مقابله کښې منځ ته راغلے ؤ نو ځکه پۀ فطري ډول د دۀ پۀ ذريعه کلام کښې توره، نېزه، زغم، اس Horse، سپر، خنجر او دغسې داستعارې باز او شاهين او دعام ژوند د ښکار شوق ډېر زيات شته. د متبني د زمانې پۀ برابر شعري اصناف او دليکلو طرزونه خورا ډېر دي. لېکن د سېف الدوله سره د مسلمان قبائيلو او د روميانو سره جنګ و جدل او د جهاد چې کوم څۀ متبني پۀ خپل کلام کښې ځاے کړي دي ددې څخه د جنګ و جدل او د جهاد د عظمت هم هغه تصور پېدا کېږي چې د خوشحال د کلام څخه مونږ ته مخې ته راځي. دلته زۀ د متبني ديوې قصيدې ذکر سره (ژباړې وړاندې کول غواړم)

    قصيده: د شرقي ادب يوه ډېره ګرانبيعه برخه ده چې د عربي، فارسي، پښتو او اردو ادب يوه غوره او ښکلې ذخېره هم دغه قصيده ده . قصيده پۀ عربي اصطلاح هغه جيد او مفصل شعر ؤ دا نوم د مقصد له مصدره جوړ شو چې معنٰي ئې استقامت او سموالے او سوچه توب ؤ. قصيده پۀ عربي ادب کښې تر اسلام د مخه لا موجوده وه. د عربو له ادبه اوس مونږ ته هغه اوږدې او خورا فصيحې قصيدې د نمونې پۀ ډول پاتې دي چې “معلقات هغه ئې بولي او دغه شاعران تر اسلام دمخه پۀ عربو کښې تېر شوي دي. عربي قصيده د ريګستان د قبائيلي ژوند يو ښکلے انځور ؤ شاعربه د کلو کنډوالي او د اوښانو پۀ شا سفر او د قبائيلي ژوند مناظر او دمحبوبا ساده حيات پۀ خپلو بليغوابيانو کښې تصوير کول. پۀ قصيده کښې به حماسي مناظر تصوير کېدۀ او قبائيلي فماخېربه ستائيل کېدۀ. او د عربو قصيده د بني اميه ترخلافته پورې هم پۀ دغه بدوي او خاص عشروي رنګ او فصاحت کښې وه. قصيده پۀ درې ادب کښې د ستائنې لپاره لکه دعربو قصيده استعمال شوه. د پښتو تر ټولو زړه قصيده د محمد هوتک پۀ همت مونږ ته رارسېدلې ده. د سلطان محمود پۀ عصر اړه لري او داسې نور.

    والسقي بلا دالله مالروم اهلتها

    ژباړه:

    1. د خداے پۀ ښارونو کښې تر ټولو بدنصيبه ښار هغه دے چې دکوم اوسېدونکي روميان دي.

    2. پۀ دې کښې هېڅوک هم داسې نشته چې ممدوح يعنې د شامل شوي سېف الدوله د شرط او عزت څخه دې نټه وکړي.

    3. د روم ښار پۀ وينو رنګ شوے دے او قام مات شوے دے ګويا هغه ښار لکه ماجت داسې دے کۀ څه هم خلق پۀ کښې سجده کوونکي نۀ وي.

    4. او د دوي لوړې کلاوې چې د غرۀ پۀ څوکو ځاے لري يعنې شتون لري ستا اسونه د هغوي دغاړې يادونه شول ( يعنې دوي د هغومحاصره کړې ده)

    5. د لغان د جنګ پۀ ورځستا اسان يا اسان پۀ دوي باندې لکه سيلۍ راپرېوتل تر دا پوري چې ښار د سپينو سپينو قېديانو پۀ وجه سپين شو. ياد لرئ چې متبني دغه قصيده يا نظم هغه وخت وئيلے ؤ چې مسلمانانو يوار بيا ماکتي ډول د رومي عيسايانو څخه ماتې خوړلې وه. لېکن دوېمه پلا بريا ته رسېدلي وو. زۀ پوهېږم چې دلته بس هم دومره شعري نمونې بس دي. د خوشحال خان څومره کلام چې زما پۀ مطالعه کښې راغلے دے د هغې پۀ کتلو سره به ووايم چې پۀ خوشحال خان خټک کښې دمبتني جلال او جوش تر ټولو زيات دے. شونې ده چې زما دا رايه يا تاثر ټيټ وي کۀ زۀ چرې يو پښتون عربي پوهه څېړونکے او نقاد د پراخې او عميقې مطالعې خوا ته متوجه کړم نو دا به زما خوش نصيبي وي نو ټولو ليکوالانو ته پکارده چې هر ستر او نابغه خوشحال خان خټک زورورې څېړنې ترسره کړي او د دۀ دغه يو نوے اړخ ( چې ما پۀ تېرو پاڼو کښې درته جوت کړي) خلقو ته پۀ تېره افغانانو پښتنو ته لکه دسهار سترګه وځلوي ولې چې پۀ خپله خوشحال بابا هم وائي:

    چې دستار تړي هزار دي

    د دستار سړي پۀ شمار دي

  • متلونه د پښتنو د اولسي ژوند يو ښکاره اړخ – پروفېسر نور احمد فطرت اڅکزے

    متلونه د پښتنو د اولسي ژوند يو ښکاره اړخ – پروفېسر نور احمد فطرت اڅکزے

    ډېرو پوهانو د پښتنو د عقليت او اخلاقو مظاهره پينځۀ شيان ګڼلي يا پۀ ګوته کړي دي. پۀ هغې کښې وړومبۍ ژبه ده، دوېم شعر دے، درېم قيصې دي، څلورم عنعنات او پينځم متلونه دي. د ژبې پۀ باره کښې وئيل شوي دي چې ژبه د هر ملت پۀ عقليت لۀ دې پلوه دلالت کوي چې پۀ هر عصر کښې د عقلي مظاهرو مهم مظهر ژبه ده. ولې چې ژبه به يوه ځل نۀ ده پېدا شوې او نۀ داسې بشپړه اخلاقو ته له اسلافو څخه راغلې ده. وړومبے وړومبے خلقو پۀ خپلو اړتياو ځينې الفاظ جوړ کړل چې نوي شيان ميندل کېدل، نوي کلمات ورنه جوړېدل، چې شيان ورکېدل نو نومونه ئې هم له منځه تلل. پۀ قول ارواښاد استاد عبدالحئي حبيبي صاحب نو پۀ دې راز هره ژبه د يو سخت مرګ او ژوندون پۀ مرحلوکښې تېرېدله. دغسې د ژبې تعبيرونه هم د هغه ملت د لوړتيا سره سم وده کوله يا ئې کوي. مثلاً کۀ فرانسوي ژبې يو د سلو کالو د مخه د لغاتو کتاب کۀ وکتل شي نو د راډيو او تلويزيون نومونه نۀ شي پۀ کښې پېدا نو دا خبره پۀ دې دلالت کوي چې فرانسويانو هغه وخت دا شيان نۀ پېژندل نو پۀ دې ډول هره ژبه د هغه ملت پۀ عقليت رڼا اچوي او د هر مملکت د طبعيت او محيط اثر پۀ کښې کېږي او داسې نور. ځکه خو پښتو ژبه هم د دغو ټولو عواملو تر اغېز لاندې ده. پښتانۀ خو د غرو او دښتو خلق وو. دوي له بحره لرې پاتې وو نو ځکه دوي د بحري حېواناتو لپاره نومونه نۀ لري. د دوي پۀ ژوند کښې مالداري او پووندګي ډېره وه. ژوند ئې د پسو پۀ محصولاتو کولو نو دوي د پسونو لپاره ډېر نومونه لري. هر راز پسۀ پۀ اختلاف د نوع او عمر نوم پۀ کښې لري. او داسې نور د پښتنو دعقليت دوېم مظهر شعر ګڼل شوے دے. د هر ملت اشعار د دوي عقلي ژوندون ښۀ ښکاره کوي. اخلاق دودونه، ديانت او نور ټول خصلتونه ئې پۀ کښې پراتۀ دي، پۀ شعر کښې د ملتونو ټولنيز (اجتماعي) او روحيي ساختمان او فکري بنيه داسې ښکارېږي لکه هنداره پۀ قول د ستر محقق ارواښاد عبدالحئي حبيبي صاحب.د پښتنو شعر هم لکه ژبه د دوي د حقيقي عقليت نمائنده ګڼل کېږي او هغۀ شعري نعرې او بدلې چې د پښتنو له کومو څخه راوتلي دي د دوي د روحيانو خارجي سهي (Correct) او راڼۀ مظاهر دي. هغه اشعار چې د وزن او قافيې او نورو خصوصياتو له رويه بشپړه پښتو دي هغه خو ټوله د پښتني عقليت او تفکر پايله ده مګر هغه اشعار چې عروضي دي او د پرديو اشعارو سره سم وئيل شوي دي پۀ داسې شعرونو کښې هم د پښتونولۍ عقليت اغېزه کړې ده او تر خپل ملي اثر ئې لاندې راوستلي دي او داسې نور (٢)

    د پښتنو د عقليت درېم مظهر يا نښانې “قيصې” دي؛ د پښتنو ملي قيصې او روايات لکه شعر او متلونه د دوي د خواصو څخه ډکې دي. د روغې او د جنګ دودونه، دننګ سره علاقه مندي، تورياليتوب، دفاعي او هجومي احساسات حتٰي د ښځو اخلاقي او ناموس داري او ننګياليتوب لنډه دا چې د پښتنې قيصو ټولنه د پښتونوالي خواص لري. دوکتور ګوشاوبولون ليکي: “قيصې ډېر ځله تر تاريخ صحيح وي او د ملت حقيقي مشاعر څرګندوي. قيصې هغه حوادث دي چې د حکايت کوونکي عاقله (فکري قوه) پرې متاثره شوې وي. (٣)

    پۀ قول د پښتنو ليکوالو نو د پښتو قيصې هم داسې دي چې د دوي ملي روح ښۀ ښکاره کوي د پښتو ځيني ملي قيصې او نقلونه چې د دوي د پهلوانانو پۀ سيرت او ژوند اډاڼه لري. شاعرانه سپېځلي خواوي هم لري مونږ د مخه ووئيل چې د پښتو پۀ عروضي (شعر) د پرديو د اغېز ډېرې خبرې پرتې دي مګر دا د نقلونو اشعار او نعرې سپينې سپېځلې دي او خاص د پښتو او پښتنو پۀ ژوند اړه لري او داسې نور.

    د پښتنو د عقليت څلورم مظهر يا جوهر عنعنات دي پۀ قول د ستر ليکوال جناب عبدالحئي حبيبي صاحب عنعنه يعنې د نيکونو او تېرو پښتنو څخه خولۀ پر خولۀ او پښت پۀ پښت رانقل شوي شيان او دودونه هم لکه ژبه او شعر او قيصې د ملي روح ښکاره کوونکي او څرګندونکي دي. پښتانۀ ډېرې عنعنې لري خو دا ډېر دودونه او رسمونه شته چې له زړو پښتنو څخه تر مونږ پورې راغلي دي. پۀ روحي تحقيقاتو کښې دې خوا ته پۀ غور کتل کېږي او دا عنعنات د فوکلور اساسي ټکي دي” او داسې نور(٤)

    د پښتنو د عقليت پينځمې نښانې يا مظهر د دوي تلپاتې متلونه دي. متلونه د پښتنو د اولسي ژوند يو ښکاره اړخ دے. دې ګايونه او وېناوې هم وائي. متل زما پۀ خيال د عربۍ د مثل بدل شوے ډول دے. پۀ عربي ژبه کښې ومتل (Idiom) ته مثل يا ضرب المثل هم وائي. دغه نوم ئې پۀ فارسي ژبه کښ هم دے او پۀ اردو کښې دې ته کهاوت وائي. پۀ انګرېزۍ کښې Proverb يا Saying دے. پۀ قول د ارواښاد صاحبزاده حميدالله صاحب “متلونه د نړۍ پۀ زياتره ټولو لويو او کوچنو ژبو کښې شته. د متل او د محاورې پۀ منځ کښې فرق شته چې ځينې خلق ئې ترې کوي يا ئې پۀ محاورو کښې چې کوم توري راځي د هغو تورو لغوي ژباړه يا ترجمه پۀ محاوره کښې نۀ اخستل کېږي بلکې بله معنٰي ځينې اخستل کېږي . پۀ متلونو کښې زياتره د تورو لغوي يا لفظي مطلب وي او بل دا چې محاوره د متل يوه برخه وي. يو فرق دا هم دے چې متل اوږد وي او محاوره لنډه وي. بل توپېر ئې دا دے چې متل د يوې پېښې يا يوې قيصې يوه برخه يا يو اړخ وي خو دمحاورې لپاره داسې اړينه نۀ ده. بېخي يو يو متل به داسې وي چې هغه به يو شاليد (پس منظر) نۀ لري. متل تل داسې جوړېږي چې يوه قيصه تېره شي يا يوه پېښه وشي او بيا دا خبره يا پېښه پۀ خلقو اغېز يا اثر وکړي يا داسې سبق پکښې پټ وي نو خلق د هغه پېښې پاې يا انجام را واخلي او متل ځينې ترې جوړ کړي يا د هغې پېښې لنډيز يا خلاصه، متل کښې داسې پېښه يا قيصه کله کله عجيبه او ناولده وي ځکه پۀ زړۀ پورې يا دلچسپه وي (٥)

    پښتانۀ ليکوال پۀ بېلابېلو کتابونو او مجلو کښې ليکي “د پښتو متلونه څنګه جوړ شول او چا جوړکړل؟ د دې ځواب يو څۀ ګران دے. د متلونو کتنه يا مطالعه دا څرګندوي چې پۀ دوي کښې د تورو ډېروالے د بيان پوخوالے او د ژبې سپېځلوالے د پښتو ژبې د هغۀ حالت سره مونږ مخامخ کوي کوم چې پوخ او پرمخ تللے دے. ښکاره خبره ده چې متلونه پښتنو سپين ږيرو او هوښيارانو خلقو جوړ کړي دي. پښتو متلونه پۀ زرونو دي. متل يوه لنډه يا کوچنۍ خبره ده چې د معنٰي او د مطلب يوه نړۍ پۀ کښې بنده وي. دا رنګه پۀ کاکړيو لنډيو کښې هم کله کله د مطلب يو درياب بند وي نو پۀ دې حېثيت متل او کاکړي لنډۍ پۀ ځينو ځايونوکښې سره “ورته دي”.

    حبيبي صاحب بيا د متل د کلمې پۀ حقله ليکي “زما دا عقيده ده چې د متل کلمه سوچه پښتو ده او ځينې خلق وائي چې دا له عربي مثل څخه مقننه شوې ده. د عربي لغاتو پوهان وائي چې مثل يعنې (مانند) او نظير وروسته دا کلمه پۀ ټولو حکمتوکښې مستعمله شوه. پۀ پښتو خو متل هغو لنډو وېناوو ته وائي چې د ښو معنٰي او حکمتونو څخه ډکې وي. پۀ متلونو کښې ډېر ځله د متلونو د روحيانو خورا ښې ښې لطيفې پرتې وي بلکې ځينې پوهان وائي چې تر شعر لا متلونه د متلونو هر غفلت دلالت کوي ولې چې اشعار د داسې خلقو له کومو راوځي چې فکر، ذهن او عقليت ئې تر عوامو لوړوي. متلونه د عوامو له عقليته حکايت کوي، داد متلونو الفاظ لکه اشعار مصنوعي او معقول نۀ دي. د عوامو پۀ ژبه دي. متلونه (Idioms) د ملتونو د اجتماعي ژوند او د دوي د عقلي ژوند هويت ښکاره کوونکي دي. د مختلفو اوضاعوکښې د تجربې او ازمايښتونتيجې دي چې پۀ لنډو کلماتوکښې ځاے شوي دي.(٦)

    پۀ دې کښې شک نشته چې د بزرګانو او مشرانو وېناوې زمونږ لپاره د کاڼي کرښې دي . د دوي روايات.، تجربې او کلکې مشاهدې ، پخې او د افاديت څخه ډکې دي چې زمونږ د ژوند پۀ هر ډګر کښې، پۀ هر ګام کښې پۀ ښۀ شان سره لاس نيوے او لارښوونه کوي. پښتانۀ پۀ خپل تاريخ ډېر مئينان دي او د پېړيو راهسې د خپلو مشرانو د عبرت او سبق څخه ډکې وېناوې د خپلې ژبې او ادب يوه درنه، خوږه، قيمتي او پۀ زړۀ پورې پنګه ګڼي. زمونږ مشران چې پۀ خپل وخت، دور او زمانه کښې د کومو نرمو، ګرمو، تودو سړو، خوږو او ترخو سره مخامخ شوي دي هغه ئې مونږ ته “درياب پۀ کوزه” کښې د بندولو پۀ مصداق پۀ وړو وړو جملوکښې برېښي چې مونږ د دوي د دغه ګټورو تجربو څخه ګټه واخلو، ځکه چې اصل کښې متلونه هغه پخې وېناوې دي چې د دوي د عمرونو دتجربو ساتندويه دي.

    ښاغلي داورخان داود پۀ خپله يوه مقاله چې عنوان ئې دے “پۀ پښتو ادب کښې متل” کښې ليکي: متل هغه وېنا، خبرې يا فقرې ته وئيل کېږي چې مختصره، جامع، ساده او اسانه وي چې د فصاحت او بلاغت نمونه وي چې پۀ جوش او اثر نمانځل شوې وي، چې بې ساختګي، برجستګي او بې تکليفي لري چې د بناوټ څخه پاکه وي، پۀ ترتيب کښې ئې موزونيت وي. معنٰي ئې لوړه او مفهوم ئې وچت وي. د ژبې او ادب پوهان پۀ دې پۀ يوه خولۀ دي چې متل د عقل، فکر، پوهې ، بصيرت او شعور پۀ اډاڼه ولاړوي . ځکه خلقو د بل د پوهولو لپاره د ټولو څخه لنډه او اسانه لار هم متل ټاکلے دے. د متل پۀ ذريعه چې سړے څومره پۀ اسانه پوهېدلے شي دومره دلوے څخه لوے بيان او داستان پۀ ذريعه نۀ شي پوهېدلے . متل هغه وړه او مشهوره جمله ده چې پۀ کښې څۀ خاص حقيقت، صداقت يا نصيحت بيان شوے وي. متلونه عموماً پۀ خبرو اترو، پۀ لېن دېن کښې او د بحث مباحثو پۀ موقع استعمالېږي، وئيل کېږي يا اورول کېږي. د دې نه علاوه پۀ خپله خبره د زور ورکولو يا د دليل او ثبوت پۀ ډول متل وړاندې کول يو اړين امر ګڼل کېږي. د عربي مشهوره معقوله ده “المثل في الکلام کالملح في الطعام” يعنې پۀ خبرو اترو کښې متل داسې دے لکه چې پۀ خوراک کښې مالګه؛ څنګه چې بې مالګې خوراک بې خونده بې مزې وي دغسې پۀ خبرو اترو کښې چې متل نۀ وي نو هېڅ خوند او مزه ئې نۀ وي” ۔

    متلونه زمونږ د امروزه ژوند عکاسي کوي، زمونږ پۀ تهذيب و تمدن رڼا اچوي، زمونږ د خوئي بوئي ترجماني کوي، زمونږ کړۀ وړۀ پۀ ګوته کوي، زمونږ د رسم و رواج ترجماني کوي او زمونږ پۀ فطرت، مزاج او طبعيت رڼا اچوي. پښتانۀ د فطرت پۀ ويړه يا پراخه لمن کښې مېشتۀ دي. فطري ماحول پۀ دوي ژبني ډېرې پېرزوئنې کړې دي او د دوي ذهن او زړۀ ته ئې قوت او ځلا وربخښلې ده. هم دغه وجه ده چې کۀ يو طرفته دوي زړه ور دي نو بلخوا ذهين هم دي او داسې نور.

    ادب پوهانو د فصاحت او بلاغت پۀ رڼا کښې د نثر څلور قسمونه پۀ ګوته کړي دي يعنې مسجع، مرجز، موقع او عاري وغېره ۔ ۔ ۔ د پښتو ژبې پۀ متلونوکښې د درې واړو قسمونو اعلٰي نمونې موندل کېږي. ” لکه توره دې لالا وهي مړۍ دې عبدالله وهي”، “پياز دې وي خو نياز دې وي”، “هله به جارېږو چې د کاره وزګارېږو”، ” چې وې کړې پۀ خپله ګيله مۀ کړه د بله” ، “اول وخوره د ځان غوښې بيا وخوره د ښکار غوښې”، “کله د ادې وار کله د بابا وار” ،” ګرانه بې قيمته نۀ وي ارزان بې علته نۀ وي” ، او داسې نور د دې متلونو څخه دا پۀ ښۀ شان څرګندېږي چې دا د باذوقه خلقو د خولوڅخه وتلي دي. جناب ارواښاد عبدالحئي حبيبي صاحب د متلونو د افاديت يا اهميت پۀ حقله ليکي، ” کله کله پۀ پښتومتلونو کښې د فلسفې ګرانې ګرانې خبرې هم راځي او دا مونږ ته دا ښائي چې د پښتنو عقليت سوچه، بدوي او غرني ؤ يا دے. د دوي پۀ عقليت کښې ژورتوب ؤ مګر طبعي رنګ ئې درلود. هغه فلسفې قوانين او څلي چې منشاء ئې فطرت دے يعنې هغه سنت ئې پۀ موجوداتو پۀ عمومي ډول جاري دے او قران عظيم ئې پۀ ( ولن تجد لسنة الله تبديلا) ښائي د پښتو پۀ روڼ او رسا دماغ کښې دغه مسلم او منل شوې وه. پښتنو پۀ خپلو سپېڅلو متلونو کښې هغه فلسفيانه افکار او خيالات ښۀ ځاے کړي دي. مثلاً دا فکر چې جهان زمونږ د اعمالو د نتيجو د انعکاس ځاے دے او هر سړي ته خپل عمل او دخپلو چارو جزا او مکافات رسېږي. پۀ فلسفه کښې ډېر زوړ دے” (٨)

    شعرونوکښې متلونه: د فطرت عکاسي چې چرې پښتنو پۀ خپل شعر و ادب کښې پۀ ډېره مينه او پراخه سينه کړې ده هلته ئې متلونه هم د دې فطري ماحول پۀ وجه پۀ دې صفت موصوف کړي دي. پۀ دې حقله مونږ د دې يو څو متلونو څخه پۀ ښۀ شان سره اندازه لګولے شو لکه چې وائي “غر پۀ غر نۀ ورځي، بنده پۀ بنده ورځي”، کۀ غر وچت دے پۀ سر ئې لار ده” ،”دفتر دې وي د غرۀ پۀ سر دې وي”، ” غر ننګ وخوړي د امان قلنګ وخوړي” “چرګ خو يومارغۀ دے چې چا ونيوو د هغۀ دے” ،”اوبۀ وڅښکه د لنډي چې پرهر دې وګنډي”، “مياشت له ورايه معلومېږي” او داسې نور…

    دغسې طنز ومزاح چې د مجلس روح ګڼل کېږي او د انسان د فطرت د رجحان او ذوق ښوونه کوي هم د متلونو پۀ ذريعه جوت دي. پروفېسر داورخان داؤد پۀ خپله مقاله “پښتوادب کښې متل” کښې ليکي “ټوقې ټکالې” خندا او ګپ شپ چې نۀ وي نو مجلس بې خونده بې مزې وي چې د طنز و مزاح خواږۀ پۀ کښې ګډ شي نو ترخې خبرې هم پۀ چا خوږې ولګېږي. د نړۍ د هرې ژبې شعر و ادب، د طنز و مزاح يوه بشپړه برخه لري. زمونږ د ژبې متلونه هم د طنز ومزاح عکاسي کوي. پۀ دې لړکښې د مثال پۀ طور دا يو څو متلونه د لوستو جوګه دي لکه “چيندخ پۀ لوټه وختو کشمير ئې وليدو” ،”اسپو نالونه وهل چيندخو ورته هم پښې ونيولې”، “زۀ دې پوزه پرېکوم او تۀ وائې پېزوان راته راوړه”، “او چې پوزه ئې څاڅي نو بلا ترې پاڅي”، او داسې نور. (٨)

    د شعري صنعتونو استعمال هم پۀ متلونو کښې شعريت او ادبيت پېدا کړے دے او دې ته ئې د يوې فنپارې او شاهکار درجه ورکړې ده . لکه ” کۀ ګور ګران دے د مړي ناکام دے” پۀ دې متل کښې صفت مراعات النظيراستعمال شوي دي. مړے، ګور، ګران او ناکام د يو بل سره تړون لري. “د ګور شپه چا په کور نۀ ده کړې”، پۀ دې متل کښې صفت تجنيس کارول شوے دے او کور کښې د يو توري ګ او ک فرق دے، “سل دې ومره يو دې مۀ مره” ، “غل ډېر کورونه وران کړي خو خپل کور به اباد نۀ کړي” ، وران او اباد تضاد يا طباق سره تړون لري . صفت ارسال المثل پۀ شعر کښې متل کارولوته وائي” ۔

    (١)”د لمدو خټو بانه لږې اوبۀ دي”، “ازميې را باندې هومره زور پۀ څۀ (حميدبابا) “د يار مهر تر ما راغے زما مهر تر ياره، رښتيا ده دا خبره چې زړۀ لار د زړۀ (خوشحال بابا) زمونږ د پخواني ادب د شاعرانود کلام ځينې اشعار چې د سادګۍ، روانۍ، بې تکلفۍ او بې ساختګۍ څخه علاوه د معنٰي او مفهوم پۀ لحاظ دومره وچت پۀ زړۀ پورې، فصيح او بليغ دي چې مونږ ئې پرته له څۀ تکلفه د متلونو پۀ څېر استعمالولے شو ځکه چې د دغه ادب هر شاعر پۀ ځانګړي ډول (رحمان بابا، خوشحال او حميد بابا) ددې جوګه دي چې مونږ ئې اشعارو ته (لږ دي کۀ ډېر) د متلونو حېثيت ورکړو چې زمونږ د ژبې او ادب لمن پرې ارته او پراخه شي. هم دغه زمونږ د ژبې او ادب يوه بشپړه سرمايه ده چې مونږ ورباندې وياړ کولے شو. پروفېسر داورخان داود ليکي “د هر متل پۀ شا يوه واقعه يا قيصه ده چې هم د دغه قيصې يا واقعې ردعمل متل ته دوام بخښلے دے. مونږ چې څومره متلونه وايو او استعمالوو د دې اشاره پۀ څۀ نه څۀ ډول يوې تېرې شوې واقعې يا قيصې ته ده چې اوس دغه پېښه يا قيصه خود خلقو څخه هېره ده خو متل ئې ياد دے. قيصه يا واقعه خو څوک نۀ بيانوي خو متل هرڅوک استعمالوي، ځينې داسې قيصې يا واقعې اوس هم د خلقو يادې دي خو څۀ خاص توجه يا اهميت نۀ ورکوي ځکه چې د دوي لپاره د اهميت وړ صرف او صرف متل دے لکه د نورو ژبو د پښتو پۀ ځينو متلونوکښې هم افاقي صداقتونه شته يا بيان شوي دي ۔ هم پۀ دغه شان متلونه پۀ نورو ژبو کښې شته اوس دا اندازه لګول ګرانه ده چې ايا (پښتو) دغه متلونه د نورو ژبو څخه اخستے شوي دي کۀ نورو ژبو د پښتو څخه، دلته مونږ پۀ دې حقله د پښتو انګرېزي او اردو يو څو متلونه د خپلې خبرې د پخلي پۀ توګه او د يوې تقابلې جائزې اخستو پۀ غرض وړاندې کوو، لکه پۀ اتفاق کښې برکت دے، “اتفاق مين برکت هے” ،روغ صورت بادشاهي ده” تندرستي هزار نعمت هے” “مينه د مينې نه پېدا کېږي” دل کو دل سے راه هوتى هے” ، چې څۀ کرې هغه به رېبې” ،”جو بوئے گا وه کاټے گا” ۔ ۔ ۔ نور هم ډېر متلونه د دې تقابلې جائزې پۀ لړکښې وړاندې کېدلے شي او پۀ دې جائزه کښې نورې ژبې هم ګډېدلے شي البته هغه متلونه چې د پښتو د خپل کلتوري ژوند هنداره دي هغه هم پۀ هغه ډول پۀ نورو ژبو کښې موندل ګران دي. (٩)

    دمتلونو قسمونه: د پښتو پۀ شفاهي ادبياتو کښې متلونه پۀ لوے سرکښې پۀ دوو برخو وېشلے شو؛ يو ئې عادي متلونه دي چې د خلقو دعامو خبرو پۀ څېر پۀ لنډو جملوکښې اوډل شوي دي او بله برخه ئې هغه متلونه دي چې منظوم شکل لري او د دوؤ مصريو پۀ بڼه تنظيم شوي دي لکه دا متل “بد به دې پۀ زړۀ لرم، سلام به دې پۀ خولۀ لرم”، جناب زلمے هېوادمل دعامومتلونو پحقله ليکي “عام متلونه هم ځينو څېړونکو د ښکلي جوړښت له پلوه پۀ دوو برخو وېشلې دي (١) هغه متلونه چې يوه بشپړه جمله وي مبتلا او جز ولري او اهنګ هم ورسره مل وي لکه دا متل “کۀ غر لوړ دے پۀ سر ئې لاره ده” (٢) هغه متلونه چې کۀ بشپړه جمله هم نۀ وي خو د متل تر تعريف لاندې راتلے شي لکه دا متل “اوړۀ پۀ اوړۀ منت ئې پۀ څۀ” (١٠) ۔

    پۀ پښتوکښې متلونو ته څومره کار شوے دے! پۀ پښتو کښې متلونو ته زيات کار شوے دے، عمر ګل نوري، ابوالخېرځلاند، قاضي عبدالحليم اثر، پروفېسر سيال کاکړ، پروفېسر داورخان داود، محمد نواز خان طاهر، عبدالجبار، عبدالله ديدارکاکړ، محمدين ژواک، موسٰي خان شينوارے او د چمن شېر بهادر اڅکزي د کتابونو پۀ بڼه ورته کار کړے دے . (١) محمد ګل نوري د پښتو متلونو پۀ حواله يو کتاب د “پښتو متلونو” پۀ نوم ليکلے دے او پۀ کال ١٣٢٧ز کښې ئې لۀ کابل څخه چاپ کړے دے. (٢) ابوالخېرځلاند(مرحوم) دوه ټوکه متلونه سره د پس منظره د پښتو اکېډيمۍ کوئټې لخوا پۀ کتابي بڼو چاپ کړي دي.(٣) قاضي عبدالحليم اثر د متلونو پۀ حواله پۀ خپل کتاب کښې يوه علمي څېړنه کړې ده. ٤٢ متلونه ئې د نمونې پۀ توګه وړاندې کړې دي، (٤) پروفېسرسيال کاکړد سپېڅلې ګايونو او ملي ادب پۀ نوم ګڼ شمېر متلونه چاپ کړي دي. (٥) پروفېسر داورخان داود پۀ ١٩٩٠ز کښې د پښتو متلونو پۀ حقله يو کتاب (متل) چاپ کړے دے. (٦) محمدنوازطائر: طائرصاحب د “روهي متلونه” پۀ نامه دوه ټوکه کتاب چاپ کړے دے. (٧) عبدالجبار صاحب ٩٠٠ متلونه پۀ خپل کتاب کښې را ټول کړي دي. دغسې محترم محمدين ژواک هم ٢٥٠٠ متلونه، عبېدالله ديدار کاکړ او شېر بهادر اڅکزي او موسٰي خان شينواري (سره د پس منظره) هم د متلونو کتابونه ليکلي او چاپ کړي دي.

    پۀ متلونو باندې د کار پۀ حقله زلمے هېوادمل ليکي: پۀ افغانستان، بلوچستان او پښتونخوا کښې ډېر پوهان د متلونو ارزښت ته متوجه شوي دي او زيار ئې ويستلے دے چې زمونږ د شفاهي ادبياتو دغه ذخيره له اولسه را ټوله کړې. پۀ افغانستان کښې مرحوم غلام محي الدين افغان، مرحوم امان الله خان زمريالي، مرحوم محمد قدير تره کي، مرحوم محمد ګل نوري، ارواښاد محمدي ژواک او نورو پۀ بلوچستان (پښتونخوا) کښې سيال کاکړ او پۀ پښتونخوا کښې پروفېسرمحمدنواز خان طائرمتلونه ټول کړي دي. (١١)

    د خارجيانو تحقيقي کار: “د پښتو ادب هنداره کښې” ميرحسن اتل صاحب ليکي “(١)اېس اېس تابرن نوموړي ليکوال پۀ بنو نومې کتاب کښې د پښتو متلونه چاپ کړي دي. (٢) مېجر راورټي پۀ خپل کتاب (پښتوګرائمر) کښې د پښتو متلونه چاپ کړي دي.(٣) جم ډار مسټېټردغه نوموړي هم د پښتو متلونه چاپ کړي دي. (٤) کرنل سي اي بائيل: د پښتو څلور سوه متلونه د انګليسي ژباړې سره پۀ ١٩٣٨ز کښې چاپ کړي دي.(٥) پادري هيوز پۀ خپل کتاب (روفيه الا مثال)کښې د پښتو متلونه چاپ کړي دي. لۀ دې پرته نورو ليکوالانو هم پۀ دې برخه کښې کارونه کړي دي. ” (١٢)

    زۀ دا منم چې د پښتو متلونه د موضوعاتو پۀ لحاظ ډېر پراخه ساحه راچاپېروي، د پښتو د فرهنګ او فکري مسرونو پۀ څېړولو کښې لۀ دې متلونو څخه ډېره زياته استفاده کېدلې شي. زۀ دا منم چې پۀ متلونو کښې ځينې داسې عناصر او نکات شته چې د تاريخي او اتنوګرافي څېړنو پۀ مرسته سړے د پښتنو د ژوند ډېرو لرو زمانو ته رسوي. زۀ دا منم چې متلونه د پښتو شفاهي ادبياتو هغه درنې، پخې او پۀ تول تللې خبرې دي چې هغه د ارواښاد قيام الدين خادم خبره د پښتنوحياتي فلسفه پۀ متلونوکښې بيان شوې ده. متلونه هغه لنډې وېناوې دي چې د معنٰي لۀ پلوه بشپړې او د مفهوم او مورد پۀ لحاظ عامې دي. زۀ دا منم پۀ (قول د اغلې غوټۍ خاورې) هغه ليکي”متل هغه عام اهنګدار او موجز کلام دے چې پۀ حکمت بنا دے او د عجموميت، اهنګ او ايجاز پۀ ګاڼه پسرللے دے، کۀ لنډۍ يا ټپې د پښتنو جمالياتي ټولنيز شعور تمثيلوي نو متلونه عقلاني او فلسفي خوا ښائي ۔ ” زۀ دا منم چې پۀ پښتو کښې زياتره د هرې خبرې او د هرې موقعې لپاره متل شته. د پښتو او د نورو ژبو متلونه زياتره سره مشترک دي او ګرد پۀ يوه معنٰي کښې راځي. زۀ دا منم چې د پښتو د متلونو يو ښکاره اړخ دا دے چې د يو شي او د يوې معنٰي لپاره ډېر متلونه راځي لکه پۀ نورو ژبو کښې ، پۀ پښتو کښې هم پۀ متلونو کښې شاعري شته، زۀ دا منم چې متلونه د پښتنو د اولسي ژوند يو ښکاره اړخ او د اولسي ادب يوه لويه برخه ده، زۀ منم چې متلونه کله د مظلوم کومک کوي او کله د ظالم لاس پېچي. کله کله د ښو ښوونه يا تلقين کوي او کله د بدو راګرځونه (ممانعت) کوي، زۀ دا منم چې متل د مضمون له مخې يوه ګټوره وجېزه ده. پۀ متل کښې د پښتون ملت او حيات او ښۀ ژوند ځلېږي او متل د اولسي ادب هغه بډايه پانګه ده چې د ټولنيز ژوند ټولې خواوې پۀ کښې څرګندې شوې دي،.زۀ منم چې متل د مينې او ښکلا وصال او بېلتون، خوښي او خفګان، اخلاق او تاريخ، جغرافيې او مذهب، اقتصاد او عدالت، هېواد پالنې او نورو فکرونو مخزن دے او ؤ،. زۀ دا منم چې متلونه پۀ يوه ژبه کښې ډېر اهميت لري. پۀ قول د ارواښاد صاحبزاده حميدالله صاحب هغه ليکي: “هم دا وجه ده چې د پښتو متلونو پۀ ټولنه کښې د ( سهېلي پښتونخوا) ډېرو ادب پوهانو او مئينانو برخه واخسته. زمونږ پۀ دې سيمه د خان شهيدعبدالصمدخان د وېنا سره سم د اغا سرور شاه پلار شېرجان اغا د “خورجين” پۀ نامه سره د پښتومتلونه ټول کړي وو چې بيا د نوموړي “خان” د خولې مې د دۀ د ځامنو اغا سرور شاه دوي څخه ورک شول. د دې خبرې سپيناوے عبدالصمد خان اڅکزي د عبدالعلي اخونزاده د کلام د چوڼ پۀ سريزه کښې چې نوم ئې “شاخ ګل” ؤ کړے ؤ، بيا قاضي ملا عبدالسلام اڅکزي چې د چمن دکوږک دسيمې نامتو او پياوړے پښتون شاعر دے داسې ٥٥، ٥٦ متلونه پۀ “طلب مذهب” کښې “د ديباچې” پۀ توګه چاپ کړل. دغه رنګه سيد ضياء الدين صابري د ګلستان هم متلونه ټول کړي وو او داسې نور. “

    خامي: پۀ پښتو متلونوکښې د پښتو قيصو غوندې بې معنٰې توري شته. دا زياتره د سجي لپاره راځي لکه دا متل هڼه هڼه مطبه هڼه وطن خالي دے ته هر پڼه پۀ پښتو متلونو کښې يوه لويه خامي دا ده چې پۀ دوي کښې بدې خبرې او ښکنځل وي. ډېرې د دغه حال د پښتو محاورو هر ورځني کاکړيو، لنډيو صحرابي بدلو او بودو ټپو هم دے ۔ پکار ده چې د پښتو د ليکوالو، خوا خوږو او مئينانو يوه غونډه يا ادبي جرګه پۀ دې غور وکړي او هغه زياتره شيان چې د ښو او سمو تورو پۀ ګډون ئې مطلب نۀ بدلېږي نۀ خرابېږي راوګرځوي او هغه نور لر کړي او بيا ئې پۀ تحرير کښې نۀ راولي. صاحبزاده حميدالله مرحوم ليکي “د پښتومزاج ډېر سخت اوصحرابي دے ښۀ والے او نرم والے ډېر کم دے پکښې نو پۀ دغه د دوي پۀ اولسي يا عوامي ادب کښې د تهذيب څخه لرې خبرې او شيان ډېر راغلي دي . داسې نۀ دي چې پۀ بل قام يا پۀ بله ژبه کښې داسې بېکاره خبرې نشته، شته مګر هغه لږې دي لکه پۀ اوړو کښې مالګه. د پښتو تناسب د دغه ژبو ته د لس او يو دے مګر ترکومه چې د ليک يا تحرير اړه ده بيا د پښتو ادب کۀ هغه کلاسيکي دے او کۀ نوے ، ډېر لوړ او ښۀ دے او حال دا دے چې پۀ اردو ژبه کښې جعفرز ټلي، جان صاحب انشاء، جرات او نظيراکبرابادي هغه ناشودې ؤ ناشولټې کړې دي چې ورته حېران به شې او د قلم ژبه ئې پۀ ليکلو شرمېږي. دغه رنګه پۀ فارسۍ کښې سوزني او نورو ډېرو بدې او ناوړه خبرې پۀ تحرير کښې راوستلي دي. پۀ عربي کښې هم داسې خرابې خبرې شته چې زياتره دبدو ګالو او صحرايانو شاعرانو پۀ کلام کښې دي او پۀ ليک هم راغلي دي نو بيا بېرته پښتو پۀ دا يوه جات ښۀ ده (١٥) فقط شاعر وائي:

    د نادان د غلطيو عېب کوم دے

    غلطي خو د هوښيار بده بلا ده

    (شاعر نامعلوم)

    حوالې:

    1. حبيبي عبدالحئي (د علامه پوهاند حبيبي مقالې (وړومبۍ برخه) راټلونکے مطيع الله روهيال

    2. حبيبي علامه عبدالحئي (د علامه پوهاند حبيبي مقالې (وړومبۍ برخه)

    3. ګوسناوبولون دوکتور (د قومونو کتاب)

    4. حبيبي علامه عبدالحئي (د علامه پوهاند حبيبي مقالې وړومبۍ برخه)

    5. حميدالله صاحبزاده، مټخل (خورونکي پښتو ادبي بورډ کوئټه)

    6. حبيبي علامه عبدالحئي.. دپوهاند علامه حبيبي شل مقالې (دويمه برخه) راټولونکے مطيع الله روهيال

    7. پښتو نثر (انتخاب) عظيم پبلشنګ هاوس خېبربازار پېښور

    8. پښتو نثر (انتخاب) عظيم پبلشنګ هاوس خېبربازار پېښور

    9. پښتو نثر (انتخاب)

    10. د پښتو ادبياتو تاريخ وړومبے ټوک (ليکوال سرمحقق زلمے هېوادمل)

    11. د پښتو ادبياتو تاريخ (وړومبے ټوک)

    12. اتل ميرحسن (دپښتو ادب هنداره) اول

    13. د پښتو شفاهي ادبيات شکل اومضمون (غوټې خاورې)

    14. حميدالله صاحبزاده (مټخل)

    15. حميدالله صاحبزاده مټخل (خورونکے پښتوادبي بورډ کوئټه)

  • د اسد خان اڅکزي د شهادت عوامل – پروفېسر نور احمد فطرت

    د اسد خان اڅکزي د شهادت عوامل – پروفېسر نور احمد فطرت

    خوږ ژوندون، جدا له ښۀ شېرينه ياره

    پۀ ما خوار باندې يا زهر يا ګنډېر شو

    د بهار بلبلې نۀ راځي پۀ سېل

    مګر زړۀ ئې د بهار لۀ سېله سېر شو

    حېف دا چې د ګلونو عمر لږ دے

    پۀ جهان کښې د اغزيو عمر ډېر شو

    (دستر خوشحال بابا کليات مخ ١٨٤)

    وائي چې کله خليفه مامون د (ابراهيم بن مهدي) د وژلو اراده وکړه يا ئې مخکښې کلکه اراده کړې وه نو دۀ پۀ دې لړکښې د خپل يو وزير احمد بن ابي خالد سره مشوره وکړه. وزير ووئيل اے اميرالمومنين، کۀ تۀ چرې دے قتل کړې نو ستا لپاره مثالونه موجود دي او کۀ نا چرې دے وبخښې نو د دې لپاره هېڅ بېلګه نشته نو ځکه خليفه مامون دے معاف کړي.

    پۀ قول د (مولاناوحيدالدين خان) د وزير مطلب دا ؤ کۀ تۀ چرې دے ووژنې نو دا تۀ هغه کوې چې ټول خلق ئې پۀ داسې موقعه باندې کوي او کۀ چرې تۀ ئې معاف کړې نو دا به تۀ هغه څۀ وکړې چې هېچا نۀ دي کړي. د وزير دغه خبرې د خليفه مامون احساس راويښ کړي. لومړے د دۀ پۀ قتلولو کښې ئې خپل لوے والے ليدو. اوس دۀ وليدل چې بخښنه لوي کار دے نو دغه احساس دے مجبوره کړي چې دے وبخښي (ډائري ٨٤- ١٩٨٣ژباړه مخ ١٤٢)

    پۀ پورتني عبارت کښې يوه خبره تاسو ولوستله کۀ تۀ چرې دے قتل کړې نو دا تۀ هغه څۀ کوې چې ټول خلق ئې پۀ داسې موقعه کوي او کۀ چرې تۀ ئې معاف کړې نو دا به تۀ هغه څۀ وکړې چې هېچا نۀ دي کړي. داسې نور ۔ ۔ ۔

    زما پۀ خيال لومړے خو بايد اسدخان شهيد پورته شوے نۀ وے ځکه چې يو خو ناجوړه بنيادم ؤ پۀ کراچۍ روغتون کښې ئې عمليات شوي وو. د خواشينۍ تاؤ ئې نۀ درلود، پۀ يوۀ ورکړل شوي پښتورګي ئې ژوند تېروۀ. سحر او ماښام ئې د خپل ځانګړي درملن (ډاکټر) د هداياتو مطابق درمل خوړل خو بيا هم ئې اغوا يا برمته کړو نو بيا خو پکار وه چې سم سالم ساتل شوے وے. پۀ خپل وخت، دوا، مخصوص خوراک او ګولۍ ورکول شوے وے او کۀ بيا چرې مجرم پېژندل شوے وے نو بايد عدالت ته وړاندې کړے شوے وے (ځکه چې مونږ خو وفاقي او صوبائي عدالتونه لرو) يا لږ تر لږ څۀ وخت برمته شوے وے او بيا د انساني خوا خوږۍ پۀ بنسټ بخښل شوے وے، روغ رمټ خپل کور ته او خپلو بچيانو ته را پرېښودل شوے وے.

    نو د دې لپاره به اوس هېڅ بېلګه نۀ وے نو دا چې د دۀ سره سخت ظلم وشو وړوومبے وتښتول شو او بيا پۀ فرعوني ظلم قتل کړے شو نو د دې لپاره پۀ قول د خليفه مامون د وزير ډېر مثالونه موجود دي او پۀ دې ناروا پېښه باندې ډېر بحثونه کېدلے شي او ډېر څۀ پرې ليکل کېدے شي. تاريخ بۀ ارومرو پۀ خپلو زرينو پاڼو کښې د شهيد اسد د شهادت درنه واقعه خوندي وساتي . تاريخ بۀ خامخا خپلو راتلونکو نسلونو ته را ښکاره کړي چې يو خو ئې اسدخان پۀ ظلم او تېري برمته کړو. بل ئې پۀ ناروا توګه تر دنيا تېر کړو، قتل ئې کړو او بيا ئې د مرګه نه پس د کوئټې ښار د نوحصار پۀ سيمه کښې پۀ يو کوهي کښې واچولو.

    شاعر وائي:

    بلا دې يو پۀ بل او بل پۀ بل کښې ولاړ

    مرګ ته دې هر سړے د بل تن پۀ بدل کښې ولاړ

    خدايه پۀ دې خلقو کښې دا تپوس د چانه وکړم

    ځنګل پۀ مونږ کښې دے کۀ مونږ يو پۀ ځنګل کښې ولاړ

    څۀ دقيصو تاريخ وي څۀ دتاريخونو قيصې

    سړے کۀ ناست هم وي خو ښکاري پۀ مقتل کښې ولاړ

    دا ظلم د شهيد اسدخان سره پۀ داسې حال کښې وشو چې ئې پرته لۀ خدايه نۀ کور خبر ؤ، نۀ ښار، نۀ ګوند، نۀ ورور، نۀ مور او نۀ د دۀ خپل اولاد.

    پۀ کوئټه ښار کښې د يوې سياسي تنظيمي ناستې پۀ خاطر شهيداسد خان پۀ ٢٥ ستمبر دخپل کور څخه پۀ خپل موټر کښې کوئټې ته روان شوے ؤ چې ترکچلاغ تېر شوے ؤ نو د کوئټې د هوائي ډګر سره لا درکه شوے ؤ. ورځ يوه نيمه پس ئې کور او ګوند ته خبر رسېدلے ؤ چې د اسدخان فون کار نۀ کوي چې څۀ وجه ده؟ د ٢٦ او ٢٧ ستمبر٢٠٢٠ څخه فاميل او د ګوند غړو واوېلا جوړه کړه چې اسد برمته شوے يا ورک کړے شوے دے.

    دلته روايتونه هم بېلابيل دي، ځينې وائي چې دے څنګه ترغره يعنې کوږک ټاپ اوښتے دے پۀ دۀ پسې يو مخصوص موټر شوے ؤ. ځينې وائي چې اصل کښې دے هدف نۀ ؤ بس چې دے ورباندې برابر شو، نو دے ئې برمته کړو، ځينې دا هم وائي چې څنګه اسد خان ترکچلاغ ښاره رسيدلے ؤ بس سم دستي لاس ورکول شوے او هم هلته پورته کړے شوے دے، ځينې وائي چې نۀ چې تر کچلاغ تېرشوے دے د کوئټې د ائيرپورټ پۀ حدودو کښې برمته شوے دے، ځينې وائي چې څنګه دے برمته کړے دے سم دستي ئې وژلے دے او ځينې وائي چې نۀ دے پۀ خپله مړ دے او بيا دوي د نوحصار پۀ څاه کښې غورځولے دے.

    د اسدخان د ورکېدو سره عوامي ملتپاله ګوند چمن څانګه ( اے اېن پي قلعه عبدالله) د رسنيو سره خبرې وکړې . مرکې وشوې، اعلانونه ئې پۀ ټوله سهېلي پښتونخوا( بلوچستان+پاکستان) کښې وکړل او حتي پۀ دغه پېښه لوے او تاريخي کور افغانستان هم خبر شو او دغه ځاے رسنۍ (طلوع، شمشاد اونمر) هم ورباندې وغږېدل. اے اېن پي کلا عبدالله بېلابېلو ورځپاڼو ته حال ورکړو، حتي قام او ګوند پۀ ګډه د يو څۀ وخت لپاره د کوږک دغرۀ لاره هم وتړله. پۀ احتجاج احتجاج ئې د کوږک داږدانه د چينې لاره بنده کړه. پۀ ښارونو کښې ئې احتجاجي مظاهرې وکړې، پرېس کانفرنسونه ئې وکړل خو اسدخان ورک شو. ځمکې لار ورکړه او دے پرې ننوت. پاي تر ملتپاله عوامي ګوند د انساني خوا خوږۍ پۀ بنياد د کوږک لاره بېرته خلاصه کړه او خپل احتجاج ئې د چمن ضلع کجاري د دفتر مخې ته راوړو. د اے اين پي سره پۀ دغه احتجاجي هلو ځلو کښې د وطن ټول ګوندونه لکه پښتونخوا ملي عوامي ګوند، جماعت اسلامي، مسلم ليګ (ن) او (ق) ، مدني ټولنه يا سېول سوسائټي او پۀ تېره د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي ايم) ورسره ډېر کومک وکړو.

    د ضلع کچاري احتجاج نه څو ورځې وروستو د ضلعې ډي سي، اے سي او نور افسران ورغلل او احتجاج کوونکيو ته ئې ډاډ ورکړو چې تاسو اوس دغه احتجاج پاې ته ورسوئ، پۀ يوه مياشت کښې دننه د اسدخان تلاش کوو او دے خامخا روغ رمټ پۀ لاس درکوو.

    مګر دوه مياشتې تېر شوې خو اسدخان اڅکزے بيا هم پېدا نۀ شو بلکې پۀ ورک ځوان ورک شو.

    د٢٧ فرورۍ پۀ سهار خبر شوم چې اسدخان پېدا شوے دے خو افسوس چې ظالمانو لومړے قتل کړے دے او بيا ئې د کوئټې د نوحصار پۀ يو کوهي کښې غورځولے دے. د اسدخان خبر چې څنګه خور شو نو داسې نور د کور غړو او د ګوند ملګري ئې سمدستي نوحصار ته ورسېدل او د ګران اسدخان مړے د کرېن پۀ ذريعه د کوهي څخه را وويستلے شو . دغلته د ژوند د هرې څانګې سره اړه لرونکي خلق شتون لري. ګڼه ګوڼه وه. پۀ خپله اصغرخان هم شتون لرو. رسنۍ والا هم رارسېدلي وو. جمال تره کي لومړے کس ؤ چې د دغه هرڅۀ رپورټنګ ئې وکړو او رسنيو ته ئې خپل را پور ورکړو او نړېوال ئې پرې خبر کړل.

    پۀ هم دغه ورځ درې بجې د اسدخان پۀ توره کڅوړه کښې پچل شوے مړے راوړو ( چې پۀ تابوت کښې پروت ؤ) او د مولوي محمد قسيم پۀ امامت کښې د جنازې لمونځ ئې ادا کړے شو. د جنازې وروسته د قام او ګوند ملګرو خبرې ورباندې وکړې او د دغه زورورې مګر ناروا پېښې ئې سخته غندنه وکړه. پۀ دغه ورځ هم قام او ملت ډېر ستړي ښکارېدل او پۀ دغه حادثه کلک خوابدي وو.

    د شهيد اسدخان جنازه نۀ يواځې دا چې پۀ چمن ماډل هائي سکول کښې وشوه بلکې پۀ لر او بر افغان کښې ئې د جنازې غائبانه لمونځونه وشول . د پاکستان پۀ قومي او صوبائي اسمبليو کښې هم دعا ورته وشوه. حتي د غمرازۍ پېغامونه ئې د اشرف غني پۀ شمول د لوے کور افغاسنتان څخه هم راغلل . مشر اسفنديار هم يو ټويټ ورباندې د تسليت او مذمت کړے ؤ.

    اېم پي اے مشر اصغرخان هم د سوزه ډکه وېنا ورباندې وکړه. دۀ هم دغه ناوړه او نۀ هېرېدونکې پېښه وغندله. دۀ کۀ څۀ هم پۀ پېښه کښې د ککړو خلقو نوم ياد نۀ کړو خو بيا هم د دۀ د خبروڅخه داسې جوتېدله چې دا حادثه داسې چا رامېنځ ته کړې وه يا خو خفيه دے، يا زورور دے او يا ئې لاسونه ډېر اوږدۀ دي. مګر پۀ دغه ورځ چې د شهيد اسد دوېم ورورو جناب امجدخان اېډوکېټ کومه وېنا وکړه دا ډېره د توجو وړ وه. لومړے خو دغه وېنا ټول خلق متوجه کړل او بيا ئې وژړول. دې وېنا اولس ډېر احساساتي کړل. قانون پوهه امجدخان د خپلې وېنا پۀ پاې کښې ووئيل چې مونږ نن هېڅ خوابدي نۀ يو بلکې ښۀ ډېر خوشحاله يو ځکه چې زما ورور نن پۀ دې وطن او خاوره شهيد شوے دے او شهيدان خوهسې هم مړۀ نۀ وي بلکې ژوندي وي. دۀ د دې پېښې د سختې غندنې سره سره ووئيل تاسو بايد مونږ ته د تعذيت لپاره را نۀ شئ بلکې د مبارکۍ لپاره راته راشئ. دۀ زياته کړه چې مونږ بۀ ستاسو هرکلے وکړو. تاسو ضرور مونږ ته د مبارکۍ لپاره حاضر شئ. دۀ زياته کړه چې مونږ د شهيداسد پۀ درانۀ شهادت وياړو لکه چې وائي:

    شهيد دمينې ئې د نور پۀ چينه ولمبوئ

    کۀ جنازې ته ئې ملا نۀ راځي نۀ دې راځي

    صديق پسرلے

    مازيګر ئې شهيد اسد د زرګونو خلقو پۀ شتون کښې خاوروته وسپارل شو او خلق د هدېرې څخه رخصت شول.

    پۀ سهار کښې د فاتحې لپاره ځاے مرحوم جلال الدين خان مېلمستون وټاکل شو. دې فاتحې ته د بېلا بېلو ښارونو څخه خلق راغلل او حتي د عوامي ملتپاله ګوند ملګري د پېښور څخه ورته راغلل. د کوئټې ژوب، پښين بلکې د پښتون او د بلوڅ د وطن څخه اولس ورته حاضر شول. د وزيرستان څخه منظور پشتين هم ورته راغے او لاس نيوه ئې ورسره وکړه. منظور پشتين د فاتحې سره سره يوه لنډه خو ښکلې وېنا هم وکړه. قابو دغه فاتحه هم دولس ديارلس ورځې جاري وه. حالانکې قاضي ملا عبدالسلام بابا پۀ (طلب مذهب) کښې يو ځاے د فاتحې پۀ حقله ليکي:

    يوه ورځ فتحه کافي ده

    خوښه دا د هر صوفي ده

    ډېره مۀ اخله فاتحه تۀ

    ناروا ده د درې زياته

    د شهيد اسدخان د شهادت عوامل:- اسدخان اچکزے تر ما (فطرت) پۀ عمر مشر ؤ البته دے زما د مشرانو وروڼو معاصره ؤ. شهيد اسدخان ډېر خاموش طبع انسان ؤ، لمونځ ګوزاره او د روژې پابنده کس ؤ. دے ښۀ لوستے بنيادم ؤ او تر اېم ايس سي پورې ئې د بلوچستان پوهنتون څخه پۀ زوالوجي ( دحېواناتومتعلق علم) کښې زده کړې کړې وې. د دۀ پلار مرحوم جلال الدين خان (چې پۀ خپله هم لوستے انسان ؤ) د ژوند نيم عمر پۀ پښتونخوا ملي عوامي ګوند کښې تېر کړے ؤ نو ظاهره خبره ده چې اسدخان هم سياست پۀ کوچنيوالي کښې د خپل پلار پۀ لاره د پښتونخوا ملي ګوند څخه پېل کړے ؤ خو بيا چې کله د دۀ پلار د ياد ګوند څخه پۀ څۀ وجه خوابدي شو او اے اېن پي ته لاړو نو اسدخان هم د تل لپاره دغه ګوند (پښتونخوا مېپ چې مشر ئې محمودخان دے) پرېښودو او اے اېن پي ګوند ته واوښت او د دغه ګوند غړے شو. دے لومړے د يونټ صدرشو، بيا ضلعي صدر او وروسته د اصغرخان پۀ کومک د اے اېن پي ايالتي سېکرټري اطلاعات شو. دغه دندې ئې تر شهادت پورې جريان پېدا کړو چې پاې دے شهيد شو او ګوندي چارې د تل لپاره پاتې شوې،،، خوشحال بابا وائي:

    پۀ هر لوري دې فضان د مرګ لۀ لاسه

    پۀ هر لور بۀ هر مکان دمرګ لۀ لاسه

    د ادم صورت ئې مرګ لره پېدا کړۀ

    خرابي شوه پۀ جهان د مرګ لۀ لاسه

    اے خوشحاله کۀ پۀ تن تۀ شاه جهان شې

    هم بۀ درومې پۀ ارمان د مرګ لۀ لاسه

    د شهيد اسدخان اچکزے پۀ برمته کېدو کښې هم بېلابېل نظرونه شتون لري. يعنې دلته هم اولس پۀ يوه خولۀ نۀ دي، څوک پۀ دې حقله څۀ وائي او څوک څۀ؟ ځينې وائي چې کله پۀ پوله کښې د پاکستان لۀ خوا پرلت ناست ؤ او د دروازې د خلاصولو غوښتنه ئې کوله. د دغه پرلت يا درنې ماسټر مائنډد ځينو نورو ملګرو سره سره يو خاص کس اسدخان اچکزے هم ؤ. ځينې وائي چې پۀ دغه وار څۀ درغلۍ وشوې، پۀ دغه درغلۍ کښې يا د دغه کرپشن (چې نورو کړے ؤ) دے پورته شو او سزا ئې يواځې دۀ ته ورکړل شوه. مګر ځينې بيا وائي چې نا د اسدخان د برمته کېدو عوامل سياسي دي، معاشي او مذهبي نۀ دي. دغه خلق ادعا کوي چې فرښتې (اېم پي اے اصغرخان ته پۀ قهر وې نو ځکه ئې د دۀ سزا د دۀ د اکا زوي اسدخان ته ورکړه.

    ځينې بيا وائي چې د دوي پۀ کورنۍ کښې ئې سزا يو کس ته ورکوله خو چې اسدخان ورباندې برابر شو نو دے ئې قتل کړو. زۀ پۀ خپله دغه ستره پېښې ته ګورم نو د دغه واقعې عوامل نۀ مذهبي دي، نۀ معاشي بلکې دغه ټول څۀ سياسي وو او سياسي دي. البته د دغه سياسي عواملو جواب زۀ (فطرت) پۀ پوره توګه نۀ شم وئيلے. د دې جواب پۀ پوره ډول لومړے اے اېن پي ګوند وئيلے شي او بيا ئې د اے اېن پي صوبائي صدر او پارلېماني مشر اصغرخان وئيلے شي.او د مشر وروسته اېډوکېټ امجدخان هم د څۀ پوښتنو جوابونه وئيلے شي ځکه چې دغه پېښه کۀ هرڅومره معروضي ده نو عروضي يا داخلي هم ده. د دې حادثې کۀ څۀ خبرې پۀ عروض کښې جوابېدلے شي نو يو څۀ ئې بيا د عروض يعنې د داخل سره هم تړاو لري. شاعر وائي:

    څو د ملک وارث ونۀ وهي سرونه

    هومره چرې قرارېږي سيمې غرونه

    يا د مرد غوندې شمله د دستار پرېږده

    يا پۀ سر کړه لکه ښځه هنررونه

    خدايه چا وته ئې کښم څوک بۀ پرې پوهـ شي

    ما وئيلي هر يو بېت دے دفترونه

    بهرحال چې هرڅۀ وو او هره وجه ئې وه خو تاوان ئې دا وکړو چې ځوان اسدخان پۀ کښې شهيد شو. د يو کور، قام او د ګوند ايالتي مشر پۀ کښې مړ شو، د بچيانو پلار شهيد شو، يوه مور پۀ کښې بوره شوه، او يو خور ئې بې وروره کړه، يو ورور ئې بې ورورشو او داسې نور. شاعر يوځاے هم دغه خبره خپل زوي ته کوي.

    شپه لاړه تېره شوه تۀ ګوره سحر دے زويه

    سترګې دې پرانېزه پۀ سرخو لاسفر دے زويه

    کومه ګناه دې بې ګناه کړې وه تېر جنم کښې

    پښتون وهلے پۀ مذهب شي بې ضرر دے زويه

    فکر خو وکړه پښتونخوا ولې بې کوره شوله

    زما ايلم، زما خېبر، زما شکر دے زويه

    م ر شفق

    چاودنې، تښتونې او پرلت!: يو خو چې د کومه دغه هېواد جوړ شوے دے، محروميت پۀ کښې روان دے، بې روزګاري پۀ کښې لنګه شوې ده، لاقانونيت پۀ کښې روان دوان دے. دغه ملک چې کله د متحده هندوستان څخه را بېل کړل شو، لا هم غېرفطري ؤ، نيمه ځمکه ئې د هند څخه ورته غصب کړه او نيمه ئې د لوے او تاريخي افغانستان څخه و رته را بېله کړه . وړومبے خو دغه هېواد (دو قومي نظريه) هسې يو نظريه وه، څۀ خاص اساس ئې نۀ درلود. بيا ئې د دې نظريې لپاره د (مطالعه پاکستان) پۀ نوم يوجانبداره تاريخ رامېنځته کړو، يوداسې تاريخ چې دوي ليکلے دے، د منلو نۀ دے. بيا د دغه هېواد لپاره داسلام پروپېګنډه وشوه، مليان ورته رانيول شو، هغوي دغه هېواد د اسلام پۀ نوم د حاصلېدو تبليغ وکړو . لومړے خو د دغه دوه قومي نظريې پۀ وجه پۀ هېوادکښې د هندو او مسلمان پۀ نوم فسادات وشول چې پۀ دې کښې هم پۀ لکهونو (هندوان او مسلمانان) مړۀ شول يا بې کوره شول يا ژوبل شول يا بې وطنه او بې کفنه شول وغېره. بيا چې کله پۀ ٤٧ کښې تقسيم وشو نو هم تر ډېرو کلونو پورې دا ملک بې ائينه پاتې شو. بيا چې کله د دې لپاره د ائين هڅه وشوه نو پۀ ١٩٥٨ز کښې فوځي امريت راغے. دغسې پۀ دې ملک کښې بيا د اردو اوبنګالي ژبې جنګ جوړشو. بيا پۀ دې کشمکش کښې پۀ بنګال فوځ کښې وشوه چې پاې ته پۀ ١٩٧١ز کښې دا ملک د تل لپاره دوه کپه شو او بنګله دېش جوړ شو. پۀ بنګال کښې تر نوي زره پورې پېغلې بې پته شوې. پۀ زرګونو خلق پۀ دغه کورني جنګ کښې تلف شول يا بې کوره شول يا ژوبل شول او داسې نور خو اخر مغربي پاکستان پۀ ډهاکه کښې د جنرل نيازي پۀ قيادت کښې وسله پۀ مېدان کېښوده او تسليم شول او زمونږ دا نعره د تل لپاره پاې ته ورسېده چې مجهے بنگال نهين بلکه بنگالى زمين چاهئے.

    د دې ستر ناورين او سترې پېښې وروسته هم زمونږ عقل ځاے لۀ رانغے،،، نۀ مو عقل زده کړو او نۀ مو د ماضي نه سبق ترلاسه کړو ۔۔۔ وروستو او ورپسې کلونو کښې بيا مونږ د روس پۀ ضد د امريکا سره ودرېدو. بيا پۀ افغانستان کښې مونږ ته او سعودي عرب ته د جهاد غوا لنګه شوه او مېډ ان امريکا اېنډ لندن جهاد مو شروع کړو.

    او بيا د ضياء الحق پۀ دور کښې دلته د کلاشنکوف (اسلام+جهاد) کلتور راغے او بيا ئې خبره مشرف ته را ورسېده. د دۀ سره زمونږ ټولنې ته (چاودنې+تښتونې+خودکش بمبار) راغلل. د جنرل صاحب پۀ وخت کښې کۀ څۀ هم پۀ لومړي سر کښې (د ملک پۀ مفاد کښې) څۀ سم کارونه هم وشول خو وروسته دے هم د بلا پۀ لکۍ سپور شو. د دۀ پۀ دور امريت کښې بلوڅ نواب اکبر بګټي ووژل شو، پۀ لال مسجد او مدرسه يرغل وشو، د وزيرستان عمليات پېل شول، د افغانستان پۀ ضد امريکا ته اډې ورکړل شوې، پۀ پاکستان کښې پۀ ځينو مدرسو، کورونو او شخصي ځايونو هوائي حملې وشوې، چې پۀ دې ردعمل کښې ترهه ګرو پۀ عامو ځايونو سخت يرغلونه وکړل او تباهۍ ئې پېښې کړې. د جنرل مشرف د تېروتنو څخه ملک ته خودکش حملې (چې ملايان ئې فدائي بولي) راغلل،. پۀ زرګونو بلوڅان او پښتانۀ برمته شول (پۀ زرګونو يا مړۀ شول يا ورک شول) چې دا لړۍ تراوسه هم تم شوې نۀ ده، روانه ده او پاې ته نۀ ده رسېدلې.

    پۀ دغه اغوا چې پۀ پښتو کښې ئې مونږ برمته کولو پېښوکښې يوه ستره پېښه داسد خان هم رامېنځته شوه. دے هم چې څنګه برمته شو نو سم دستي ورپسې قتل کړے شو. پکار خو دا وه چې يا خو دے تښتول شوے نۀ وے او کۀ برمته شو نو بايد روغ رمټ را خوشے شوے وے، مګر داسې خو ونۀ شو.

    اوس زۀ پوښتنه کوم چې پۀ دې ملک، ايالت او ښارکښې دا ناوړه کارونه څوک کوي؟ دا تښتونې او دا چاودنې څوک کوي او ولې ئې کوي؟ دا خلق چې دا کارونه کوي دا د څۀ لپاره کوي؟ دا زمونږ نه څۀ غواړي؟ ايا دا خلق دا کارونه پۀ مفت کښې کوي کۀ د دې حق الذمه اخلي؟ ايا دغه چاودنې چې دلته کېږي، دغه څوک کوي؟ ايا دا هم د سى پيک سزا ده او که بل څۀ دي؟ زۀ وايم دغه چاودنې، دغه تښتونې وغېره چې هرڅوک کوي بيا هم د دې ذمه وار رياست او حکومتونه دي ځکه چې هم دوي زمونږ اختيار پۀ لاس کښې لري. د دوي سره د دغه رياست اويا سلنه واک شته! چې هر څوک هرڅۀ کوي او زمونږ خلاف هرڅۀ کېږي مونږ ويشتل کېږو، مونږ مرو، کۀ مونږ برمته کېږو يا چاودنې وغېره کېږي د دې هرڅۀ ذمه وار د لوے واک خاوندان دي.

    پکار ده چې د ورته پېښو چې بېلګه ئې د شهيد اسدخان حادثه ده يا بې نمونه د چمن د لېويزهيډکوارټرد درويشتم مارچ د ماښام چاودنه ده چې پۀ کښې هم درې کسان شهيدان شول او تر پينځلسو نه زيات ژوبل شول. کۀ داسې بدو پېښو مخ نيوے ونۀ شي نو حالات نور هم لۀ بدو بد شي. کۀ چرې دغسې پېښې بيا هم تکرار شي نو د مېشتو قامونو پۀ دغه ملک باندې اعتماد ختم شي او خلق بۀ هجرت وکړي.

    پۀ چمن کښې د اتيا پۀ لسيزه کښې يو وار شهيد برات خان اچکزے وويشتل شو. د دې شهيد څخه وروسته نورې نورې پېښې هم وشوې. پۀ پوله هم څو څو واره د عوامو او اېف سي جنګ شوے دے چې پۀ کښې بلها خلق شهيدان شوي دي. بيا د ډاکټر صمد او د شهيد جېلاني خان پېښه رامېنځته شوه، بيا پۀ وکيلانو کښې د شهيد عسکرخان پېښه وشوه، بيا پۀ سپينه ورځ د مولوي حنيف شهيد پېښه تکرار شوه، د دۀ څخه مخکښې خدائي خدمتګار (ډي پي او) ساجد مومند قتل کړے شو. بيا د باډر د پرلت واقعه وشوه چې پۀ کښې هم بې ګناه خلق مړۀ شول. بيا پۀ چمن مال روډ باندې بم وچاودو چې پۀ کښې تر شلو پورې کوچنيان او لويان مړۀ شول، ورسره ورسره بيا دا ده پۀ چمن کښې بله چاودنه هم وشوه چې وينې ئې تراوسه بهېږي مګر خلق ئې بيا هم نا پېژنده دي.

    زۀ د دې ليکنې پۀ توسط د ملک داعلٰي چارواکو څخه پۀ ټينګه غواړم چې يا خو دې د چاودنو، تښتونو او ځان مرګو مخ نيوے وکړي او يا دې دې ته چمتو شي چې اولس بۀ ستاسو خلاف راوځي او پرلتونه بۀ وهي. کۀ چرې تاسو منع نۀ شئ بيا بۀ د هېواد پۀ پلازمېنه کښې پرلت وهي، بيا بۀ د هېواد پۀ هر لوے ښار،کلي او ناهيه کښې پرلت وهي، بيا به پۀ بازار پرلت وهي، بيا بۀ سکول يا ښوونځي پرلت وهي، بيا بۀ هرڅۀ پرلت پرلت وي او بل څۀ بۀ نۀ وي، خپله مقاله پۀ پاې کښې څو شعرونو سره پاې ته رسوم ۔ ۔ ۔ لکه چې وائي:

    ربه روح خضر راوبخښه و ماته

    سجدې بۀ همېشه کوم و تا ته

    ما هغه رنګين ګلان نۀ دي ليدلي

    پۀ مجبوب باندې خو مينه ښائي زياته

    خودا نزدې يم ساقي ستا د شربتو

    پۀ کوثر بۀ مې زام مينه نۀ شي ماته

    تکيه نۀ لرو بې پروردګاره

    پۀ درکه اوري نعرې فالو بلئ ته

    (شعرد ستر شاعر قاضي ملاعبدالسلام بابا، سوسن چمن مخ ٢٤٠)

  • د اصلاح الافاغنه فعاليت تر خدائي خدمتګار پورې – پروفېسر نور احمد فطرت اڅکزے

    د اصلاح الافاغنه فعاليت تر خدائي خدمتګار پورې – پروفېسر نور احمد فطرت اڅکزے

    د تاريخ پۀ اوږدو کښې پښتون افغان ملت ډېر مېړنے، زړور او لۀ ځواکه ډک خلق پاتې شوي دي. پۀ لر او بر افغان کښې هر وخت دوي ستر تحريکونه رامېنځته کړي دي. لکه د شېرشاه سوري اصلاحات، لکه د پير روښان غوندې غورزې پرزې، لکه د خوشحال بابا د تورې او قلم خوځښت، لکه د ميروېس نيکۀ او احمد شاه بابا امپراتوري او نورې، “باچاخان د پښتنو ملي لارښود”مقاله کښې ليکل شوي دي.

    “پۀ شلمه پېړۍ کښې لۀ امونه تر اټکه د باچاخان نه لوے سياستمدار او مصلح نۀ دے پېدا شوے. ځکه چې کۀ زمونږ د پښتون هيرو باچا شېرشاه سوري اصلاحات مشهور دي خو د هغۀ ټولو اصلاحاتو فائده او ګټه پۀ هند کښې پاتې شوه. د هغۀ د ارمان باوجود د هغۀ اصلاحاتو فائده پښتونخوا ته ونۀ رسېده. د پير روښان (بايزيد روښان) تحريک پښتو ژبې او ادب ته ګټه ورکړه خو هغه تحريک هم خپل مرام ته ونۀ رسېدۀ . د خوشحال بابا قلم او ذهني پراختيا د پښتون نېشنلزم (ملتپالنه) يو کلکه تيږه کېښوده او د هغۀ دا ارمان چې. . .

    ټول پښتون لۀ کندهاره تر اټکه

    سره يو د ننګ پۀ کار پټ او اشکار

    (د احمد شاه بابا دامپراتوري پۀ صورت کښې مخې ته راغے) خو د هغۀ د مرګ پس د کورنۍ جګړو او خارجي سازشونو لۀ کبله افغانستان يوځل بيا د زوال کندې ته پرېوتو او داسې نور (١)

    مګر د پورتنو ټولو ملي او نړيوالو خوځښتونو پۀ پرتله د باچاخان او د دۀ د ملګرو بنسټيز تحريک “انجمن اصلاح الافاغنه پۀ نړۍ کښې بالعموم او پۀ پښتونخوا کښې بالخصوص هغه څۀ وو چې اثرات ئې تراوسه پاتې دي.

    انجمن اصلاح الافاغنه هسې لکه تېز او شړک باران ورېدلے او تېر شوے نۀ دے بلکې دغه ملي تنظيم تعليم، يووالي او ورورولۍ ته اولس هڅولے دے. پۀ پښتنو کښې ئې د ناوړه دودونو د سمون کوشش کړے دے. پۀ ځانګړې توګه پښتانۀ ئې د بې ځايه تشدد څخه منع کړي دي او پۀ شعوري توګه ئې د سړې سينې خبره د دعوت پۀ توګه کړې ده. يو ليکوال ليکي:

    “باچاخان پۀ ١٩٢١ز کښې د پښتنو د ناوړه دودونو، اصلاح کولو، د تشدد لۀ مېنځه وړلو او د ورورولۍ د رامېنځته کولو پۀ موخه د “انجمن اصلاح الافاغنه” پۀ نوم ټولنه جوړه کړه او لۀ دې سره ئې د پښتنو پۀ زياتو سيمو دوره وکړه” (٢)

    زۀ دا منم چې کۀ دتاريخ (History) زرينې او ريښتينې پاڼې سره واړول شي نو بۀ نمر غوندې جوته شي چې ستر باچاخان بابا او د دۀ تاريخي اتلانو ملګرو پۀ حقيقت کښې پۀ ١٩٢١ز کښې د ملت د سمون کارنۀ دے شروع کړے بلکې د دې مينې څخه لا ښۀ ډېر کلونه مخکښې دوي د عمل پۀ مېدان کښې وړاندې شوي، ولې فضل الباري بريالے ليکي:

    “باچاخان يو ډېر مترقي نېشنلسټ (ملتپاله) ؤ او د خداے پۀ مرستې ئې ډېر باور درلودۀ، هغۀ لۀ خپل قوم څخه د خپلو زحمتونو عوض نۀ غوښتو او نۀ ئې پۀ چا احسان کولو. هغۀ د خپلې سياسي مبارزې پۀ ترڅ کښې لومړے کار دا وکړو چې پۀ ١٩١٥ز کښې ئې پۀ خپله پلارنۍ سيمه اتمانزو کښې يوه اولسي مدرسه جوړه کړه تر دې وروسته ئې د پښتنو کليو او اطرافو ته مخه کړه چې د ١٩١٥ او ١٩١٨ز کلونو ترمېنځ ئې د خېبر پښتونخوا ٥٠٠ کلو ته سفرونه وکړل او پښتانۀ ئې تعليم، يووالي، ورورولۍ او ازادۍ ته وهڅول وغېره.(٣)

    شاعر ليکي:

    پښتو دې وپاللـه کار دې د پښتو کړے دے

    تاپۀ صحيح معنا خدمت د پښتنو کړے دے

    تا پښتنو ته مکاران ګوته پۀ ګوته ښودل

    تا هرځاے ذکر د رقيب د دسيسوکړے دے

    تا يو وخت جوړ ته ظالمان سره پرېښي نۀ دي

    تا هر وخت توړ د پېرنګي د فېصلو کړے دے

    (٤)

    دانجمن اصلاح الافاغنه هدفونه:

    ملي او فلاحي انجمن اصلاح الافاغنه تنظيم پورې بۀ دا ووايم چې يو تنظم يا سازمان د انساني ژوند يو ډېر مهم اړخ دے. د انساني ژوند تړون او شاوخوا ټول کارونه د يو ښۀ سازمان پۀ وجه سره کېدلے شي کۀ چرې د ژوند پۀ هره څانګه کښې د تنظيم کمے محسوس شي نو هلته انتشار او ګډودي رامېنځته کېدې شي. د يو تنظيم سره ملتونه او قامونه د پرمختګ پۀ لاره باندې مخته تللے شي، هسې خو تنظيم يو ډېر پراخه ټکے دے او پۀ ټول ژوند باندې خپور دے او د دۀ اطلاق د ژوند پۀ هر اړخ او هره څانګه باندې کېدے شي.

    زۀ چې د تنظيم د لفظ پورتنۍ پېژندګلو ته ګورم نو انجمن اصلاح الافاغنه مې سترګو ته ودرېږي. دغه مجلس يا سازمان هم واقعي يو ملي او حقيقي تنظيم ؤ. نن چې ټول پښتون افغان اولس بالعموم او د کوزې پښتونخوا پښتانۀ بالخصوص د تعليم، کار او هنر ، د ژوند، ژواک، د پښتو ژبې او تاريخ د ملي صحافت د سياست او مذهب پۀ بڼه کښې چې څۀ لري نو دغه ټوله معنوي شتمني هم د دغه ستر تنظيم برکت بولم.دغه سازمان خوارۀ وارۀ پښتانۀ پۀ يو مېدان سره را ټول کړل.

    بل دغه نېک خويه او لارښود تنظيم پښتنو ته د يووالي او قربانۍ چل وروښود او ټول پښتانۀ ئې متحد او يو موټے کړل . بل دغه نوښتګراو ستر تنظيم پۀ پښتنو کښې د تعليم د خورېدو تبليغ وکړو. يو ليکوال پۀ دې حقله ليکي:

    “باچاخان پۀ ځوانۍ کښې د ناسمو دودونو پۀ وړاندې ډېره مبارزه وکړه، پۀ خپل وادۀ کښې ئې د بې ځايه خرڅونو مخه ونيوله، لوړ ولور ئې بد وبالۀ. پۀ ژوند کښې ئې د طبقاتي او جنسي توپېرونو مخالفت وکړو. د ښځو تعليم لپاره او پۀ هغوي د جبر پۀ ضد ئې ملا وتړله. د مذهب پۀ نوم ئې د خود ساخته دودونو مخالفت وکړو او د اسخاط (اسقاط يا سخات ئې هم بولي) پۀ ضد ئې جدي مبارزه وکړه.

    باچاخان د ازادو ښوونځيو بنسټ کېښود. د پښتنو د تعليم يافته کېدو د پاره ئې کلي پۀ کلي سفرونه وکړل. د “پښتون” پۀ نوم ئې لومړنے پښتو رساله تاسيس کړه. خلق ئې مطالعې ته وهڅول، د کورنۍ لۀ مېرمنو سره ئې يوځاے ډوډۍ خوړل شروع کړۀ. پۀ ښځو کښې ئې د کمترۍ داحساس لۀ مېنځه وړلو د پاره کوششونه وکړل. د ملايانو پۀ ځاے ئې غريبانانو ته د زکات ورکړه شروع کړه. خلق ئې کار او صنعت ته وهڅول. د مذهبي ټګماريو پۀ ضد ئې تبليغات وکړل، د احساساتو پۀ ځاے ئې خلق عقلائيت ته راوبلل ، نوے فکر ئې خوښ کړو او دا سې نور . . . (٥)

    يوځاے ما پۀ يوه مجله کښې ولوستل چې ډاکټر عبدالرازق پالوال کندهاري ليکلي دي کۀ چرې پۀ تاريخ کښې د ميروېس نيکۀ ستر فعاليت او هوښياري نۀ وے، د صفويانوخلاف د دۀ جنګي مبارزه نۀ وے نو نۀ به اوسنے افغانستان وے، نۀ به احمد شاه بابا وے او نۀ به زمونږ ډېرې لوے وياړ وے. تر بنسټګر ميروېس نيکۀ او احمد شاه پورې به زۀ ووايم کۀ چرې پۀ کړکېښ کښې زمونږ هندي باچا( پښتون شېرشاه سوري نۀ وے نو د ميا روښان او اخوند دروېزه کتابونه او تلپاتې دوره به نۀ وے ، نۀ به خېرالبيان وے، نۀ به مخزن وے، نۀ به حالنامه وے، نۀ به مرزا انصاري او نور وے. بل کۀ چرې دميا روښان هلې ځلې او تحريکي نوښت نۀ وے نو زمونږ د مشر خوشحال بابا ډېره زرينه او ډېره لونګينه دوره به نۀ وے. پۀ پاې کښې به وايم کۀ چرې پۀ تاريخ کښې مونږ ستر خوشحال خان بابا نۀ درلودلو نو کېدے شي چې د پښتنو ډېر لوے لوے شخصيات مو نۀ وو ليدلي، کېدے شي چې لۀ ډېر سترو هستيو څخه بې برخي پاتې وو او هم دغه شان زما پۀ خيال کۀ چرې د ١٩٢١ز “انجمن اصلاح الافاغنه” نۀ وے نو مونږ بۀ اوس هېڅ هم نۀ لرلے. د خوشحال خان پۀ حقله ارواښاد راج ولي شاه خټک ليکي:

    “خوشحال خان نه وړاندې د پښتون د قوميت تصور پۀ علمي انداز کښې هډو موجود نۀ ؤ. يوازې دا نه بلکې د ژبې پۀ بناء د قوميت تصور چې مغرب کښې د فرانس د انقلاب نه پس پېدا شوے دے، پۀ وړومبي ځل د خوشحال بابا پۀ فکر کښې راغلے دے. خوشحال خټک هغه وړومبے عالم دے چا چې پۀ وړومبي ځل د پښتون نېشنلزم تصور وړاندې کړو” (٦)

    زما خيال دے چې د خوشحال ملتپانه چې ده ئې پۀ وړومبي ځل دنيا والو ته تصور وړاندې کړے دے، د دۀ دغه قامپالنه باچاخان او د دۀ درنو ملګرو را پورته کړه او پۀ دغه قام پالنه ئې کار وکړو. د دغه قام پرستۍ نظريې شننه او تفسير هم انجمن اصلاح الافاغنه وکړه او پۀ خلقو ئې هم دغه تنظيم ومنلو.

    اصلاح الافاغنه تحريک مونږ ته د ډېرو ښېګړو سره سره پښتو مجله “پښتون” هم را کړو. ارواښاد عبدالحيي حبيبي صاحب د پښتون رسالې پۀ حقله ليکي:

    “پۀ وړومبي ځل خان عبدالغفار خان او د دۀ ملګرو پۀ پښتنو کښې د اجتماعي اصلاح لپاره يوه ډله د اصلاح افاغنه پۀ نامه جوړه کړه چې پۀ پښتنو کښې د اصلاح او اجتماعي سمون د پاره ئې کوشش کولو او وروسته دغه ډله د يو سياسي ګوند پۀ ډول تبديله شوه چې نوم ئې د خدائي خدمتګارانو ګوند ؤ. د خدائي خدمتګارانو رسمي ترجمان يوه پښتو مجله وه چې د اتمانزو څخه پۀ پښتو خپرېده. دې مجلې پښتو ادب ته ډېر خدمتونه وکړل، پۀ پښتو کښې د ساده نثر ليکلو او د اصلاحي او سياسي شعر ليکلو ور ئې پرانست او ځينې اصلاحي ډرامې ئې هم پۀ پښتو ادب کښې زياتې کړې” (٧)

    لکه څنګه چې يوځاے فلسفي شاعر او ليکوال غني خان ليکي:

    تيارۀ شوه لنګه

    رڼا ئې را وړه

    ادم چې مست شو

    حوا ئې را وړه

    زما خيال دے چې کله “انجمن اصلاح الافاغنه” جوړه شوه نو دغه تنظيم پۀ خپل اووۀ يا اتۀ کلن سفرکښې دا شوني کړل چې پښتانۀ پۀ چارسده سردرياب کښې سره را ټول کړي. پۀ اولس کښې د ټينګې ملګرتيا احساس را ژوندے کړي. خلقو ته د وفادارۍ درس ورکړي. د ايماندارۍ سياست رواج کړي. دغه انجمن افاغنه وروسته مونږ ته يو ډېر لوے او تاريخي تنظيم د خدائي خدمتګار پۀ نوم هم را کړو. د دغه تنظيم پۀ حقله يو ليکوال د باچاخان دکتاب پۀ حواله ليکي: د خدائي خدمتګارد عظيم تحريک عظيم پېغام باچاخان پۀ مختصر ټکوکښې داسې بيانوي:

    “مونږ پښتانۀ خدائي خدمتګار (خدائي کار او خدمت هغه ته وايو چې ئې د کومې طمعې، غرض او اجرت پرته نه د خداے لپاره کوو او خداے خو خدمت ته ضرورت نۀ لري. د خداے د مخلوق خدمت د خداے خدمت دے” (٨)

    خدائي خدمتګار تنظيم خو نو بيا دومره چست، چالاک او تېز سازمان ؤ چې سړے ئې اندازه هم نۀ شي کولے . دا تنظيم بۀ ولې ډېر ترقي يافته نۀ ؤ ځکه چې مقابله ئې د پېرنګيانو سره وه. دې سره سره مخې ته ئې کانګرس، مسلم ليګ، خاکسار او نور مذهبي او قومى ګوندونه وو. يو چا يوه ورځ خبره کوله چې دغه تنظيم هم تر کانګرس ډېر کار وکړو او هم تر مسلم ليګ وغېره ۔ ښاغلي فضل الرحمان بازي يوه ورځ زياته کړه چې کۀ کانګرس، خاکسار او مسلم ليګ درې سره د ترازو پۀ يوه پله کښې واچوي او خدائي خدمتګار پۀ بله پله کښې… د دۀ پۀ قول ئې د خدائي خدمتګار کار ورباندې دروند دے. صادق ژړک ئې د تاريخ او فعاليت متعلق ليکي:

    ” پۀ ١٩٢٩ز ميلادي کښې ئې د رضاکارو يوه نوې ډلګۍ جوړه کړه چې د خدائي خدمتګار پۀ نامه يادېدله. دغه ګروپ د پښتنو تر ټولو منظم او باکفايته تنظيم ؤ او وروسته د برطانيې نه د ازادۍ دلاس راوړولو لپاره ترټولو منظم د عدم تشدد فوځ ؤ. باچاخان تل پۀ دې هڅه کښې ؤ چې خپل قام پۀ جديدو علومو وپوښي او دسيالو قامونو پۀ قطار کښې ئې ودروي. دۀ پۀ دې لاره کښې ډېر څۀ کړي کۀ پۀ ژورتيا کښې لاړ شو نو ډېر کتابونه پرې ليکل کېدلے شي. (٩) رښتيا دغه ياد تنظيم چې کله پۀ خپل تنظيمي فعاليت پېل وکړو ډېر خلق ئې پېدا کړل. د هندوستان پۀ کچه ئې نوم پېدا کړو. تر کابل او تر کاشغره ئې د کار نوم لاړو. دغه ياد سازمان هم لکه (انجمن اصلاح افاغنه) اصلاحي کارونو ته مخه وکړه. د زنانو يعنې د ښځو د حقوق کلکه مبارزه ئې وکړه. ښځې ئې پۀ خپلو حقونو خبر کړې. مېرمنو ته ئې دا وښودل چې تاسو پۀ هېڅ ګون تر نارينو کمې نۀ ياست. ډاکټر شېرزمان ليکي:

    “د زنانو ذات چې د اسلام نه وړاندې پۀ عربو کښې څومره لاندې او کمتر ؤ د اسلام د راتلو نه پس د هغې مقام پۀ ګوته کړے شو ولې پښتنو کښې د ښځې مقام اوس هم ډېر لاندې ګڼلے کېږي. باچاخان چې پۀ کومه زمانه کښې د پښتنو داصلاح کارونو ته ګوتې واچولې نو دا خبره مخې ته وه چې د زنانو قدرت نشته او پۀ معاشره کښې ورته دعزت پۀ سترګه نۀ کتل کېږي” (١٠)

    وائي چې باچاخان او د خدائي خدمتګارانو کاروان د مېرمنو د حقوقو ملاتړ کولو. دوي بۀ د اسلام د سپېځلي دين د روح سره سم د مېرمنو د حقوقو دفاع کوله. وائي چې دوي به پۀ کوم کلي کښې غونډه جوړوله نو دکلي پۀ اوسېدونکو ئې د ډوډۍ او چايو بوج نۀ اچولو. فضل الباري بريالے ليکي:” او هغه وخت باچاخان لومړنے کس ؤ چې خپلې مېرمنې ته ئې ووئيل کۀ زۀ مړ شوم نو تۀ بل وادۀ کولے شې” (١١)

    خدائي خدمتګار تنظيم د مېرمنو د تعليم پۀ باره کښې هم ډېر کار وکړو. بل دوي د عام تعليم او روزنې هم ښۀ بندوبست کوي، د عدم تشدد پۀ حقله ئې پۀ پښتنو کښې ډېر تبليغ وکړو. د اتفاق يا يووالي ډېرې نعرې سورې ئې وکړې او پښتنو ته ئې د ازادۍ پېغام ورکړو او پښتانۀ ئې د دې احساس برخه من کړل چې دوي هم يو جدا ملت دے او خپله خپلواکي ساتلې شي. د پښتو ژبې د ودې ډېرې هلې ځلې ئې وکړې او حتٰي دغه ياد تنظيم پښتنو ته خورا زيات کتابونه ورکړل. اجمل خټک ئې د سياست سره هم ، نثر ليکي او هم شعر وغېره. غني خان ئې فلسفي شو او پښتنو ته ئې د شعر پۀ ژبه يوه لۀ مينې ډکه فلسفه وړاندې کړه. عبدالولي خان ئې دسياست سره سره د تاريخ د ليکلو مېړنے شو. يوخو ئې رښتيا رښتيا دي څېړنيزکتاب وليکل..بل ئې څلور ټوکه کتاب “باچاخان او خدائي خدمتګاري” وليکلو. داسې ماسټر کريم ئې هم ليکوال ؤ. د “ځولۍ ګلونه” پۀ نامه ئې افسانې چاپ دي. ارواښاد قاضي عطاء الله هم يو د تاريخ کتاب ليکلے دے. محترم همېش خليل هم يو وخت خدائي خدمتګار ؤ، پښتو ته خورا زيات تحقيقي او تخليقي کتابونه ورکړل . دے هم شاعر ؤ او هم ئې افسانه د چارګل پۀ نامه چاپ ده. څۀ ووايم دغه تنظيم پښتو ژبې ته خورا زيات څۀ ورکړل.دغه تنظيم پۀ ادب کښې مقصديت رامېنځ ته کړو چې د ستائيلو وړ دے. صادق ژړک ليکي:

    “د عمومي روزنيزو کورسونو دکوم چې د خدائي خدمتګارو د ټرېننګ لۀ پروګرام نه جدا ؤ. د غونډو لپاره يوه لويه خېمه جوړه شوې وه. پۀ (سردرياب) کښې بۀ دوي خپل معمول فوځي ډوله مشقونه کول. يوه بله خېمه د مسجد، کلينک او ډيپو پۀ توګه کارول کېده. د خدائي خدمتګارو پۀ ورځينو چارو کښې فوځي مشقونه، جيمي تمرينونه او د تيارۍ لپاره منډې وهل شامل وو. لۀ دې پرته دوي د عدم تشدد پۀ تحريکونو ( خدائي خدمتګارو ته ځانګړې توجه کولو سره) درسونه او د مالوچو دتار جوړولو او مېچنې پۀ مټ لۀ غنمو د اوړو جوړولو د تدريس صنفونه جوړېدل وغېره” (١٢)

    واقعي زما د سر ليک يعنې “داصلاح الافاغنه فعاليت تر خدائي خدمتګاره” پورې کۀ جاج واخلم نو دې پايلې ته رسم چې لومړے خو انجمن اصلاح الافاغنه پښتنې ټولنې ته ډېر څۀ ورکړل، دغه ياد تنظيم د سمون يا اصلاح پۀ برخه کښې ډېر کار وکړو . دغه تنظيم د زوکړې څخه واخلې د لحد دغاړې پورې د بهترۍ کوشش وکړو او دغه ياد تنظيم د خدائي خدمتګار پۀ نوم يوه ستره اصلاحي، علمي، مزاحمتي، سياسي، ادبي او صحافتي کارډ له پۀ لاس را کړه چې اوس ئې تسلسل د عوامي ملتپاله ګوند پۀ شکل کښې شتون لري. دغه ياد سياسي او اولسي تنظيم هم تر خپله پوره پوره کار وي او مزاحمت کوي . پۀ پاې کښې بۀ د خپل يو نظم يو څو بېلګې راوړم . دا نظم “پښتنوته د باچاخان بابا خطاب” پۀ نوم پۀ مياشتنۍ پښتون فروري دوه زره لس کښې چاپ شوے ؤ، پۀ دغه ياد منظوم عقيدت کښې مې پۀ خپله باچاخان بابا ګويانه کړے دے لکه وائي:

    هېڅ خواري درباندې را مۀ شه پۀ ژوند کښې

    خداے مو وساته خوشحاله او اباد هم

    باچا خان يمه بايد زما لخوا قبول کړي

    نېکې هېلې سلامونه، احساسات هم

    حقائق بۀ تاريخي درته ښکاره کړم

    د زړۀ حال به درته ووايم ملګرو

    خداے دې وکړي چې باعث د تکليف نۀ شم

    درنه غواړم اجازه د څو خبرو

    پۀ سن نولس سوه يويشت کښې لګيا شوم

    د رڼاؤ مې بنياد څو منارې کړې

    پۀ دا نيت چې تاسو شاته پاتې نۀ شئ

    درته جوړې مې ازادې مدرسې کړې

    پښتانۀ مې کړل راويښ لۀ درانۀ خوبه

    جوړ مې هر ځاے پېرنګي ته مصيبت کړو

    چې اصلاح د دغه خاورې شي ممکنه

    افاغنه تحريک مې جوړ پۀ دغه نيت کړو

    رشک دنيا ورباندې وکړو بې لۀ شکه

    د بېخي ښو انسانانو نوم ئې يوړو

    د خدمت دپاره پورته پښتانۀ شو

    د خدائي خدمتګارانو نوم ئې يوړو

    پۀ چوپړ د پښتون نۀ يم ستومان شوے

    دغه ژبه ماته دين، ماته ايمان ده

    مور زاده پۀ پښتنو باندې مئين يم

    پښتونخوا راباندې ګرانه تر خپل ځان ده

    چې اګاه پۀ لر و بر شي ورته يو شي

    اثاثې مې د تمامو پښتنو دي

    د سياست سره سره پۀ ادب پوهـ يم

    کتابونه مې چاپ شوي د پښتو دي

    د خدائي خدمتګارانو برکت دے

    پېرنګيان لۀ مونږه لاړل ملک ازاد شو

    د بېخي ډېره محنته پس دا وشوه

    خوشحالي راباندې راغله مونږه ښاد شو

    خامخا بۀ لاس نيوې کول د خلقو

    پۀ خوارانو بۀ منت کله کوئ نۀ

    عملي جامه بۀ واغوندئ ملګرو

    دا خبرې بۀ مې شاته غورځوئ نۀ

    ماخذونه

    1. مروت، ډاکټر فضل رحيم مروت، باچاخان د پښتنو طبي لارښود، مياشتنۍ پښتون مۍ ٢٠٠٢مخ .٤،٥

    2. بريالے فضل باري، د باچاخان سياسي او ټولنيزه مبارزه ، کندهاردوه مياشتنۍ خپرونه (د ١٢٩٦کال د سلواغې او کب ٦ ګڼه مخ ٤، ٥)

    3. بريالے، فضل باري، د باچاخان سياسي او ټولنيزه مبازره ، کندهار دوه مياشتنۍ خپرونه مخ ٥

    4. فطرت ، نوراحمد، دشودو يار شعري ټولګه، چاپ کال ٢٠١٣مخ ٦٢ او ٦٥

    5. بريالے، فضل باري، د باچاخان سياسي او ټولنيزه مبارزه ،کندهار، مخ ٦، ٧

    6. خټک، راج ولي شاه، د پښتو ادبي تحريکونه، چاپ کال ١٩٨٩ مخ ١٦٠

    7. حبيبي، عبدالحئي (مرحوم) د پښتو ادب لنډ تاريخ ١٣٨٧ ش. ٢٠٠٨ مخ ٢٠٩، ٢١٠

    8. سيماب، ډاکټر شېرزمان، د باچان د نثر ليکلو فکري څېړنه، نکتو شماره نمبر ١٣ جلد نمبر ٧ ( جنوري ، جون ٢٠١٥) مخ ١٣١

    9. ژړک، محمد صادق، د فخر افغان ځانګړنې، چاپ کال جنوري ٢٠١٢مخ ٤٤

    10. سيماب ، ډاکټر شېر زمان، د باچاخان د نثر ليکلو فکري څېړنه، تکتو ( جنوري . جون ٢٠١٥ مخ ١٢٩)

    11. بريالے فضل الباري، د باچاخان سياسي او ټولنيزه مبارزه ، کندهار مخ ٦

    12. ژړک، محمد صادق، د فخر افغان ځانګړنې، چاپ کال جنوري ٢٠١٢ مخ ٤٤

    13. فطرت، نوراحمد، پښتنو ته د باچاخان بابا خطاب، مياشتنۍ پښتون فروري ٢٠١٠ مخ ١٠، ١١، ١٢، ١٣

  • د غني خان پۀ کلام کښې د حسېن بن منصورحلاج “تذکره” – نور احمد فطرت اڅکزے

    د غني خان پۀ کلام کښې د حسېن بن منصورحلاج “تذکره” – نور احمد فطرت اڅکزے

    پير محمد کاروان وائي:

    وخت به راځي چې غاښ د زهرو به ښامارنۀ لري

    منصور به ګرځي مستانه ملا بۀ دار نۀ لري

    مارغان دې را شي زمونږ لپوکښې دې ځالې وکړي

    غر مو نښتر نۀ لري کلے مو چينار نۀ لري

    هسې خو زمونږ ټولو کلاسيکو او هم عاصرو شاعرانو خپل منظوم کلام کښې د رجالو (نوماند شخصيات) زورورې يادونې کړې دي او زمونږ هر شاعر پۀ خپل ځانګړي ځاے د تېر وخت د څۀ اتلانو او مشهورو څهرو ياد پرېښے دے. دوي پۀ دغو تذکروخپل کلام لکه د څوارلسمې سپوږمۍ ښائسته کړے دے. زمونږ د شلمې پېړۍ اتل ستر او نوښتګر شاعر غني خان هم زمونږ لۀ هغو شاعرانو څخه دے چې دۀ هم پۀ خپله ارته، تل پاتې او لۀ فلسفې ډکه شاعرۍ کښې د بې شمېره نومياله رجالو تذکره کړې ده. د غني خان پۀ شاعرۍ کښې لۀ ادم او حوا او شېطان (چې خپل نوم ئې عزازيل دے) څخه چې ځينې ځينې تر حضرت ابراهيم علېه السلام تر حضرت عيسي، موسي(ع) تر رود نيل تر بني اسرائيلو او تر سامري پورې بيا لۀ حضرت محمد (ص) نيولے تر څلورو يارانو ان تر حضرت خالد(رض) او تر امام حسينه (رض) پورې يادونې شته. دغسې لۀ حضرت عيسٰي څخه مخکښې تېر شوي افلاطون، سقراط او بقراط يا اصحاب کهف ئې هم نۀ دي هېر کړي.

    دغه شان سکندر، هټلر، چنګېز، چرچل او اورنګزېب خو ئې تر هر چا زيات ياد کړي دي. ورسره ورسره دهند د نيمې وچې (برصغير) نومانده ليکوال لکه رابندرنات ټېګور، علامه اقبال، ګاندهي جي، قائداعظم محمد علي جناح، پنډت نهرو، او نور ئې هم لۀ پامه نۀ دي ويستلي. پۀ پښتون افغان ملت کښې ئې ستر خوشحال بابا ډېر زيات ستائيلے دے، لکه چې وائي.

    د خټکو لويه خانه

    د همه پښتون سرداره

    اے غمګيره د غمژنو

    د پرېوتو مدتګاره

    ا حجره چې ته ئې خان وې

    ا کاروان چې تۀ ئې مير وې

    تر ستر خوشحال خان بابا وروسته ئې بيا تر ټولو غټ مقام خپل پلار خان عبدالغفارخان باچاخان بابا ته ورکړے دے ( پۀ مردان مارچ د باچاخان) نومې نظم کښې ليکي:

    راشه اے خوشحال بابا

    اے خالده وګوره

    پاڅه علي مرتضٰي

    دا تماشه ووينه

    جنګ لۀ دے منصور روان

    توپ او نۀ توفنګ لري

    نه د تورو پړق لري

    نۀ د زغرو شړنګ لري

    (دغه نظم تر پايه)

    مګر د پاکستان د بنسټګر تذکره چې کوي نو پۀ پاې کښې څۀ پۀ داسې اندازه د عقيدت ګلونه ورته وړاندې کوي لکه چې وائي:

    منمه د جناح کاکا چې پوخ ښانک لۀ راغے

    د ډبه، دکوتکه د لرګو نه خبر نۀ شو

    اميرجماعت اسلامي (سردار علي خان) ته خطاب کوي:

    دا چې تۀ پۀ سجده پرېوځې او زۀ ډک د ميوجام کړم

    دا هم زۀ غواړم فرار، دا هم تۀ غواړې فرار

    ستر شاعر ستر ليکوال او پۀ امريکا هېواد کښې د افغانستان سفير جناب عبدالروف بېنوا ته پۀ يو منظوم ليک کښې ليکي:

    بېنوا پۀ هشنغر کښې ستا يو ورور دلته اوسېږي

    ببرسرې پټې سترګې پټ پټ شونډو کښې موسېږي

    او تر ټولوناشوده دا ده چې کله پښتون ملا (صاحب) يادوي نو دغه تذکره ئې ډېره د خوند ډکه وي، چې وائي:

    وايه وايه ملا جانه

    ژوند تپوس دے کۀ جواب

    ژوند وصال دے کۀ جنون دے

    کۀ ارام کۀ اضطراب

    ژوند امام دے کۀ ګلفام دے

    کۀ ممبر دے کۀ محراب

    کۀ يومست غوندې جهان کښې

    رنګين خوب دے د سراب

    ژوند تپوس دے کۀ جواب دے

    وايه وايه ملاجانه

    او پۀ (ترجمه اقبال کښې) د ارواښاد اقبال يادونه هم ډېره پۀ خوندوره بڼه کښې کوي، لکه چې وائي:

    د ژوندون راز بس سفر دے

    د ابد راز ورانېدل دي

    دا پخوا اقبال زما(نه)

    ډېر ښائسته رنګ کښې وئيلي

    نورالامين يوسفزے يوځاے پۀ (غني او خيام) مقاله کښې ليکلي دي، پۀ خپله شاعرۍ کښې غني ګڼ شمېره سياسي، علمي، فکري ، روحاني او اديبي شخصيتونه ياد کړي دي. خو پۀ دغه ټولوکښې درې داسې هستۍ دي چې هغوي سره ئې ډېر جذباتي تړون دے. پۀ عاشقانو کښې ئې “مجنون” زيات ياد کړے دے. پۀ حسېن علېه السلام ئې پۀ خپلو کلياتو کښې يوه اوږده مرثيه ليکلې ده چې زما پۀ خيال پۀ ګرده نړۍ کښې ئې ثاني نشته او هم دغه شان ئې پۀ شاعرانو کښې خيام سره رومانس کړے دے او د ټولو نه زيات ئې هم دے ياد کړے دے .ډېر پۀ والهانه انداز ئې ياد کړے دے او هر وار ئې د دغه يادونه د خپل وجدان پۀ زور يوه نۀ يوه نوې نکته راويستې ده وغېره” وګورئ ( غني او خيام مقاله) پښتون مارچ ٢٠٢٠ مخ ٢٢

    ١: حضرت امام حسېن د رسول الله صلي الله علېه وسلم دوېم نمسے ؤ . د دۀ پلار حضرت علي مرتضٰي ؤ چې څلورم خليفه تېر شوے ؤ. دے پۀ يو شپېته سنه هجري کښې پۀ کربلا کښې شهيد شو او هم هلته خاورو ته وسپارل شو. د دۀ وړومبے ورور امام حسن ته زهر ورکړل شو. ځينې وائي چې ددوي د مرګونو خبر پېغمبرحضرت محمد(ص) د وحيو پۀ ذريعه ورکړل شوے ؤ . فقد والله اعلم

    ٢: خيام ! نامتو مسلمان سائسندان او شاعر ابوالفتح عمر بن ابراهيم خيام پۀ ١٠٣٩ز کښې د يوخېمه جوړونکي ابراهيم پۀ کور کښې پۀ نيشا پور ايران کښې پېدا شو. پۀ دغه وجه دۀ ته خيام ووئيل شو. دۀ د شاعر پۀ حېث ډېرې ښې او لازواله رباعيانې (څلورېزې) وليکلې چې پۀ ډېرو ژبوکښې ژباړل شوې دي. عمرخيام پۀ اصل کښې د رياضي ماهر ؤ او يو فلسفي او طبيب هم ؤ. دے پۀ ١١٣١ز کښې وفات شوے دے.

    زۀ هم منم چې غني خان پۀ خپله شاعرۍ کښې دغه درې شخصيتونه لکه مجنون، امان حسېن (رض) او خيام ډېر ستائيلي دي. زۀ وايم لکه څومره چې قاضي ملا عبدالسلام اچکزے پۀ غازي امان الله مئين دے نو هم دومره به غني خان پۀ مجنون، امام حسېن او خيام عاشق وي. زما پۀ خيال (د قاري څخه دې پټه نۀ وي) غني خان د دغه درېو نوموړو تاريخي خبرو سره سره يو بل کس هم ډېر بلکې بېخي زيات ياد کړے دے او دغه مذهبي شخصيت دے. “حسېن بن منصور حلاج؛ غني خان چې کله د سترسياستپوهه او هند د نيمې وچې د لوے ليکوال او سياستدان باچاخان تذکره کوي نو هم ورته وائي:

    جنګ لۀ دے مصنور روان

    توپ او نۀ توفنګ لري

    نۀ د تورو پړق لري

    نۀ د زغرو شړنګ لري

    حسېن بن مصور حلاج نۀ يوازې غني خان پۀ خپله شاعرۍ کښې يادوي لکه دغه کس پۀ عربي، فارسي، اردو او بلوچۍ کښې هم زيات ياد شوے دے. پۀ پښتو کښې خوشحال بابا،حميد او رحمان بابا ياد کړے دے. قاضي ملا عبدالسلام هم ياد کړے دے . خوشحال باباوائي:

    د موسٰي امساء پۀ لاس کښې لکه خضر

    خو حق وايم کۀ منصور غوندې پۀ دار شم

    قاضي ملا عبدالسلام بابا چې کله د باچاخان د مشر ورور ډاکټر خان صېب د ناحقه قتل يادونه کوي نو يوځاے د حسېن بن منصور حلاج ذکر هم کوي لکه چې وائي:

    خان ډاکټر تېرۀ خنجر پۀ ځيګر وخوړ

    دا مکتوب تاريخ د دۀ د انتقال دے

    نازولي قضا غشي کاري ولي

    مرګ ناحقه وجهالو ته حلال دے

    لاله زار منصور پۀ دار عبدالسلامه

    ځنې امام حسېن هم د نبي ال دے

    وګورئ سوسن چمن دوېم ټوک مخ (٢٧٨)

    غني خان هم قابو پۀ ډېرو ځايونو کښې منصورته مخاطب دے “پۀ قسمت” نومې نظم کښې ئې څۀ داسې فلسفيانه ډول ياد کړے دے لکه چې وائي:

    ګوره طاوس مړ کړو ښائسته وزرو

    ابليس برباد کړو علمي خبرو

    سيپۍ اودۀ وه د سيند پۀ تل کښې

    زړګے ئې وچاودو سرو ملغلرو

    پتنګ خپل نرم زړګے ستي کړو

    مېږے برباد کړو خپلو وزرو

    ګلاب خپل رنګ او لويۍ تالا کړه

    منصور پۀ در شو چې نا خبر ؤ

    پۀ پلوشې نومې کتاب کښې چې “زړۀ” ته وېنا کوي نو ئې څۀ پۀ داسې انداز پېلوي :

    يا تپوس د”ارني” موسٰي نه وکړه

    لاړ شه وپوښته يو ورځ د حرا غار

    د مجنون يا د فرهاد نه صلاح واخله

    يا منصور ته وايه ولې شوې پۀ دار

    منصور ځان کښې موسٰي طور کښې نور ليدلو

    پۀ څۀ کوم ليلٰي مجنون کړو بې اختيار

    څۀ کۀ خلق لېونے غني ته وائي

    ډېر ښۀ پېژني خپل يار هم نور ديار

    کليات مخ (١٥٣)

    پۀ کليات کښې پۀ (ترانه) نظم کښې منصور څومره پۀ خوند يادوي هسې خو د دۀ ټول شعرونه ښکلي دي مګر پۀ کومو شعرونو کښې چې د منصور تذکره کوي دا ئې دومره ښائسته او زړۀ وړونکي دي چې قاري ئې اندازه هم نۀ شي کولے، لکه چې وائي:

    زۀ ځان او جهان پۀ دلبر ږدمه

    زۀ پښو کښې جانان ته ځيګر ږدم

    زۀ مست داسې مست ننګيالے يمه

    فقير ته کچکول کښې خپل سر ږدم

    زۀ ورک لېونے د منصور پۀ شان

    ليلٰي لۀ پۀ ټيک کښې قمر ږدم

    زۀ مست داسې مست ننګيالے

    فقير ته کچکول کښې خپل سر ږدم

    (ټګ) نظم ئې پۀ حېدراباد جېل کښې پۀ ١٩٤٨ز کښې ليکلے دے. دلته هم “منصور” ورياد شوے دے نو ډېر حد ئې پرې کړے دے. دغه نظم ئې پۀ کلياتو کښې پۀ مخ ٢٦٩ باندې چاپ دے لکه چې وائي:

    جام مې وړے ؤ يو ګوټ لۀ ډوب درياب کښې د سرور شوم

    د منصور پښو ته ولاړوم لېونے شوم زۀ منصور شوم

    لېوني نه زړګے يوړو، نازنينو، مسکو شونډو

    غلا لۀ تلو پۀ ډاکه واوړېد زړۀ ئې وچاودو پۀ منډو

    (کليات مخ ٢٦٩)

    (سامري محل) نومې نظم کښې ئې هم تذکره شته. ځو ورځو د غني د کليات مخ نمبر ٣٥٦ ئې هم لولو. غني خان پۀ دغه نظم کښې ليکي:

    دلته چغې دي د نن

    نۀ سبا شته نۀ پرون

    دا محل د سامري دے

    نۀ منصور شته نۀ مجنون

    دا ژوندون د تيارو ډک دے

    دلته رنګ د خيام نشته

    عجيبه د ړندو ښار دے

    سترګې شته خو ليدل نشته

    او يوځاے خو پۀ کلياتو کښې سمه دمنصور قيصه را ته بيانوي، مخ ٣٦٠ئې ولولئ. غني خان وائي:

    خوش نصيبه خوش قسمته وې منصوره

    خلقو جوړکړۀ درله دار څۀ مزېدار

    ما راوړي دي زړګي کښې لۀ ازله

    هم منصور هم ئې سرور او هم ئې دار

    وايه وايه دزندانو بابا وايه

    دا زمونږ غوندې د ورکو کومه لار

    پۀ (تپوس کۀ جواب) کښې ئې هم پام وراوښتے دے. د منصور تذکره ئې کړې ده. د کليات مخ ٣٧٠ شعرونه ئې هم دلوستلو لپاره حاضر دي لکه چې وائي:

    وايه وايه ملا جانه

    ژوند تپوس دے کۀ جواب

    ژوند وصال دے که جنون دے

    کۀ ارام کۀ اضطراب

    د دې څخه وروسته مخکښې ليکي :

    ژوند فرعون دے او غرور دے

    کۀ جنون دے او سرور دے

    د نمرود د زرو تخت دے

    کۀ رنګين مرګ د منصور

    دا حسېن مسکے مسکے دے

    کۀ يزيد مست پۀ غرور

    ژوند يو مست د ميوجام دے

    کۀ يو مات د غم کچکول

    پۀ “پلوشه” نومې نظم کښې ئې د منصور پۀ خولۀ يا د دۀ پۀ قول يوه داسې خبره کړې ده چې سړے دې ته اړباسي چې ورسره ومني او بڼه ترې نه وکړي. غني خان وائي:

    خداے مکه کښې نشته د منصور د خولې مې واورېده

    لاړ شه لېونيه شه د ځان پۀ تماشه

    (دغني کليات مخ ٤٣٨)

    د غني (شهيد) نظم نه خو دا وخت داسې کلام کښې ځينې جوړ شوے دے چې قابو د هرچا ياد شوے دے.دا نظم ئې اوس هم وړوکے، زوړ او هم پېغله وائي او هم ئې ځوان وغېره دا نظم اوس د هر چا پۀ ياد هم زده دے، پۀ دې کښې ئې هم منصور ياد کړے دے لکه چې وائي:

    اے شهيده اے بچيه د منصور

    پۀ خندا جانان له لاړې ډوب درياب کښې شوې دنور

    (تر پايه پايه . کليات: ٤٥٦)

    د (جېلخانې خوب) خو ئې داسې شعرونه دي چې قاري ئې پۀ لوستلو نۀ مړېږي او بيا چې دغه نظم يو څوک د خوږ ژبي سندرغاړي سردار علي ټکر پۀ اواز کښې اوري بيا خو ئې نور خوند سل پۀ سله نۀ بلکې زر پۀ زر شي. د جېلخانې پۀ خوب کښې ئې هم منصور نۀ دے هېر کړے لکه چې د کليات پۀ مخ ٤٧٣باندې وائي:

    خوب وينم چې پورته لکه چغه د منصور شومه

    يا يوموټے خاوره وم يا لوے درياب د نور شومه

    خو بانګ د سحر وشو زۀ راويښ شوم کروکور شومه

    خوب يوړۀ خوبونه را ژوندۍ شوه زمانه

    وې پرېوځه لېونيه تيروه دې زمانه

    چرې چې غني خان د وصال، فرعون، موسٰي علېه السلام، کوه طور، بت او نورو ذکرکړے دے هم هلته ئې مجنون، ساقي، پياله،ژړا، صحرا، دخيام سُر او خوب د منصور ياد کړي دي، دا بېلګه ئې ولولئ.

    يا موسٰي ته قيصې د فرعون د محل

    يا فرعون ته بيان د ابد د اجل

    کله روح د مجنون او ساقي او پياله

    کله سر د خيام او ژړا او صحرا

    کله خوب د منصور د رڼا د وصال

    کله شوق د حبشي دکوکۍ او د خيال

    (د غني کليات مخ: ٤٩٩)

    د منصور داشعارو يو څو نورې بېلګې . . .

    منصوره ځکه خو پۀ دار وختي

    چې د اشنا راز دې حجرو له يوړو

    سقراطه دغه ځاے کښې تېروتلې

    ايمان دې واخست فلسفو له يوړو

    عطر تول د بل د خيال دے

    دے يو ګل دے بهار نۀ دے

    دے مجبور شان مسافر دے

    منزل نۀ دے او لار نۀ دے

    چې منصور پرې ګوتې کښېږدي

    همه دار همه خمار دے

    د غني خان هسې خو هر نظم او هر شعر د خونده ډک دے مګر يوه خبره ئې ډېره د خونده ډکه ده چې تنقيد ئې پۀ هر چا ښۀ پۀ خلاص مټ کړے دے. د دۀ د روښانه تنقيد پۀ ضدکښې تقريباً د ټولنې هرکس ؤ ناکس راغلے دے، ګورئ يوځاے افلاطون ته څۀ وائي وې لولئ:

    کښېنه افلاطونه فلسفه دې سمبال کښېږده

    تا سره ده تله د سېرونو دمنونو

    مګر برملا چې تنقيد کوي نو هم ډېر د خوند او پنده ډک دے هسې خو غني چې برملا کوم تنقيد کړے دے نو کۀ مونږ زمونږ غني ملا ته وګورو او د دۀ کردار ته پۀ غور وګورو نو بالکل مونږ دې پايلې ته رسو چې غني خان پۀ دغه ځاے کښې پۀ حق دے لکه چې وائي:

    ما پۀ ګل کښې وليد

    چې تۀ ئې نۀ مومې کتاب کښې

    اے ملا ستا نيم کتاب مې

    واورېدۀ رباب کښې

    ستا پګړۍ دعقل

    زما تاج د لېونتوب پۀ سر

    تۀ ئې پۀ غاړه ژاړې

    زۀ غوټې وهم درياب کښې

    (د غني کليات مخ: ٥٦١)

    بهرحال د دۀ د ژور تنقيد پۀ حقله ارواښاد صاحبزاده حميدالله پۀ خپله يوه مقاله کښې ليکي: دغني سره زما ليدل کتل نۀ دي شوي او نۀ پۀ دا شلو کالونو کښې د هغۀ کومې شهپارې خپرې شوې دي خو کوم وخت چې ما د هغۀ د کلام مجموعه “پلوشې” ولوستله نو حېران پاتې شوم چې د دې منفرد، جديداحساس شاعر هم پۀ پښتو کښې موجود دے اوشايد د دې لۀ کبله ئې د هغۀ د شاعرۍ طنز ؤ نو بعض ، پېغور او ملنډو څخه ډکه او يو معاشرتي تنقيد دے يا شايد د دې کبله چې د هغۀ تړون د يوې سياسي کورنۍ سره دے. زمونږ ليکوالانو اوناقدينو د هغۀ د لوستلو او د دۀ پۀ فن باندې د تنقيد کولو څخه ډډه کړې دي،،، وګورئ کښکي مخ ٤٥٣. ٤٥٤

    د غني خان د تنقيد خبره مې تردې وجې را واخسته زۀ وايم چې دۀ ډېر سپين تنقيد کړے دے. دۀ د تنقيد پۀ مد کښې هېڅ وېره نۀ ده کړې. دۀ د ټولنې پۀ هر څۀ باندې رايه ورکړې ده. زۀ وايم کۀ يو څوک د پښتنې ټولنې مطالعه کول غواړي نو هغه دې د هرڅۀ څخه مخکښې د غني ژوند او کتابونه ولولي. لکه څنګه چې ده پۀ (Open mind) کښې پۀ (Open dialogue) څوک بخښلي نۀ دي نو دغه رنګه ئې د پښتنې معاشرې صفتونه هم کړې دي. ددغه ټولنې سر سر ارزښتونه ئې هم بېخې زيات ستائيلي دي. د دې ټولنې اتلانو ته ئې اتلان وئيلي دي وغېره. غني خان لکه څنګه چې مجنون، امام حسېن او خيام ډېر ستائيلي دي نو دغسې پۀ خپله ټوله شاعرۍ کښې ئې منصور هم تر حد زيات ياد کړے دے. غني خان پۀ خپله ټوله شاعرۍ کښې حتي پۀ هر چا تنقيد کړے دے. او څوک ئې هم نۀ دے بخښلے مګر د دۀ پۀ ټوله شاعرۍ کښې يواځينے اشتباه منصور ته ترلاسه ده چې نۀ دے غندل شوے. بلکې هر ځاے پۀ ډېرو زورورو ټکو ستائيل شوے دے حتٰي چې چرې عيسٰي عليه السلام او موسي علېه السلام شامل شوي دي نو هم هلته د منصور تذکره هم شوې ده. پۀ بنده نومې نظم کښې وائي:

    مينه ده داسې مستي

    لکه مست وي د بنګړي تال

    لکه سور ګل شي د سپرلي شپه شي

    کله منصور شي کله بلال

    (غني کليات مخ: ٦٢٨)

    بيا هم د غني خان پۀ کلام کښې تر ټولو ښۀ نظم چې دۀ منصور ته ليکلے دے هغه د “منصور”پۀ نوم پۀ کليات کښې پۀ مخ ٤٥٧باندې چاپ شوے دے. دا نظم چې سردار علي ټکر هم پۀ موسيقۍ کښې زمزمه کړے دے، لکه چې وائي.

    منصور يو لېونے ؤ د معشوق اداب ئې هېر کړۀ

    منصور يو لېونے ؤ د مستۍ شراب ئې ډېر کړه

    نو غني خان خو منصور تر حد زيات ستائيلے او ياد کړے دے. اوس پوښتنه دا راپېدا کېږي چې دا منصور څوک ؤ؟ دا پۀ کومه زمانه کښې ژوندے ؤ؟ دے چا پۀ دار کړے؟ يا دے ولې ووژل شو؟ دے صحيح ؤ کۀ غلط ؤ؟ وغېره پۀ پښتنو کښې هم چې څوک رښتيا وائي نوهاغه نور ورته وائي چې رښتيا مۀ وايه رښتيا خو منصور ووئيل سر ئې پۀ دار شو او داسې نور.

    حسېن بن منصور حلاج:

    پۀ ٢٤٤هـ پۀ فارس کښې زېږېدلے دے او پۀ عراق کښې لوے شوے دے . مشائخ د دۀ پۀ باب اختلاف لري ډېر ئې ردوي او لېونے قبلوي . دے د حلول او اتحاد مشهور سړے دے د دۀ اراغامض او تياره دے. د اناالحق وېنا دۀ ته منسوبه ده. ځينې کسان ئې له دغې وېنا سره بيا هم د اولياؤ او شهداؤ پۀ ډله کښې شمېري. امام غزالي د دۀ يو شمېر اقوال را غونډ کړي دي او دے ئې د سلفو او اهل سنتو د عقيدې نه مخالف ګڼلے دے. د خليفه مقتدر پۀ عصر کښې چې د دۀ د محاکمه کولو لپاره د فقهاؤ يو هئيت تشکيل شو. د هئيت ځينو غړو د دۀ د تکفير پۀ فتوا کښې خپل تردو څرګند کړو ځکه چې اراده غامض ؤ او يقيني فتوا صادرول ئې مشکل کار وګڼلو. وائي چې د دۀ د محاکمې موجب څلور اتهامه وو.

    (١) له قرمطيانو سرۀ د دۀ تعلق (٢) انا الحق وئيل (چې زۀ حق يم) (٣) د دۀ پۀ الوهيت باندې د دۀ د پيرانو عقيده (٤) د دۀ حج پۀ بابا د دۀ مخالف نظر وائي چې منصور حلاج د بيت الله حج فرض نۀ ګڼلو او پۀ پټه ئې قرمطي مذهب ته خلق رابلل. د دۀ وژل کېدو نهه کاله وروسته قرمطيانو پۀ مکه حمله وکړله او حجر اسود ئې ترې پۀ اختطاف يوړو. حلاج پۀ کېميا او تصوف کښې د تاليفاتو خاوند دے او معزله ؤ ته ئې تمايل درلود. دۀ ځان پۀ غموض خفا کښې پۀ کراماتو او خارق العاده اعمالوکښې پټ کړے ؤ چې د دۀ نفوذ ئې پۀ بغداد کښې د دۀ پۀ اتباعو باندې قوي کړے ؤ. او د دۀ پۀ باب دا عقيده موجوده وه چې مړي ژوندي کولے شي. دۀ د فارس سياسي نمايه درلوده. دۀ له محي الدين ابن عربي او د هغۀ له شاګردانو څخه درې قرنه د مخه د اديانو د وحدت اواز اوچت کړو او پۀ دغه برخه کښې د “قدامت حق لري” (وګورئ د ګل پاچا الفت کتاب دټولنې پۀ جوړښت کښې داسلام نقش (مخ ١٦٧، ١٦٨)

    قرمطي يا قرامطه : د اسماعليه فرقې يوه څانګه ده .د عبدالله بن مېمون پۀ مبلغانوکښې يو مبلغ حمدان ؤ. دۀ د کوفې پۀ يوه کلي کښې ژوند پېل کړے او د خپلو خيالاتو تبليغ ئې وکړو. د حمدان لقب قرمطه ؤ ځکه خو د دۀ منونکو ته قرامطه ووئيل شول . کۀ څۀ هم قرامطه د اسماعليه فرقې يو ښاخ دے مګر د حالاتو پۀ اعتبار دۀ خپل عقايد ډېر بدل کړو. د قرمطه متعلق ډېر روايات شته مګر پۀ دې کښې غټه توجيهـ دا ده چې حمدان پۀ کوچني کوچني قدمونه پورته کول نو دغسې سړي ته پۀ عربۍ کښې قرمطه ووئيل شول.

    (معتزله) د هشام بن عبدالمالک پۀ وخت کښې څۀ مفکرين پېدا شول چې هغوي اسلامي احکامو او عقايدو ته د عقل پۀ چوکاټونو کښې کتل پېل کړل ځکه نو د دې پايله دا شوه چې د دوي او دعامو مسلمانانو پۀ منځ کښې اختلاف پېدا شو چا چې پۀ اسلام کښې د جديديت پسندۍ کوشش وکړو نو خلقو ته معتزله ووئيل شول . حسن بصري ئې د ځينو عقايدو سره اختلاف وکړو او دا خلق د سنت والجماعت څخه د تل لپاره جدا کړے شول. او کوم خلق چې د حلول او اتحاد (دوه فرقې دي) قائيلول او وئيل ئې چې مالک کله د سلوک وروستي پړاؤ يا نزل ته ورسي نو خداے پۀ هغه کښې دننه راشي (تو خدا اس کا اندر آتا هے) مولانا وحيد الدين خان وروسته دخپل کتاب تجديد دين پۀ مخ ٤٠ باندې ليکي “اس وقت بندے او خدا مين کوئى فرق باقي نهين رهتا حتٰى که اس کيلئے يه کهنا صحيح هوجاتا هے که هو انا وانا هو) وه مين هے مين وه هون اسطرح وحدت الوجود کا نظريه جس کا تخت ابوحسين الحلاج نه کها تها (مافى الجبة الالله) چنانجه علماء نے انکے ارتداد کا فتوىٰ ديا اور وه مقتدر کى خلافت مين ٣٠١هـ مين قتل کرديئے گئے وغيره . مگر پۀ فتاوى رشيديه کښې دغه د حسېن بن منصور د حلاج د حقيقت خبره څۀ بلخوا ته تللې ده. پۀ دغه فتاوا کښې د دۀ څخه پوښتنه شوې ده.

    سوال: منور که جن کو زمانه امام ابو يوسف صاحب مين سولى دى گئى تهى ان کى نسبت آپ کيا فرماتے هين وه کيسے تهے؟

    جواب:- منصور معذور تهے بے هوش هوگئے تهے ان پر فتوا کفر کا دينا بجا هے ان کے باب مين سکوت چاهئے اس وقت دفع فتنه کے واسطے قتل کرنا ضرور تها.

    سوال: منصور که جن کو دار پر چړهايا گيا تها يه آپ کے نزديک ولى هے يا نهين؟ اور اگر ولى هے تو يه کونسى منزل مين تهے. قرب نوافل مين يا قرب فرائض مين اور اگر ولى نهين هے تو کس دين مين هے.

    جواب: بنده کے نزديک وه ولى تهے اور منازل ولايت سے بنده ناواقف هے اور بزرگون کے درجات کو جاننا کام ميرا او آپ کا نهين اور کلام اپنے مرتبه سے کرنا لازم هے نه اعلٰى اپنے حال سے فقط والله اعلم ( وګورئ فتاوى رشيديه (٢٤٨- ٢٤٩)

    پۀ هر صورت زۀ اوس د دې پرېکړه نۀ شم کولے چې حسېن منصور حلاج څنګه ؤ او څنګه نۀ ؤ؟ خېر ما خو هم د غني خان حوالې ورکړې هم مې ګل پاچا الفت. د دۀ يو ستر کتاب (د ټولنې پۀ جوړښت کښې داسلام نقش) پۀ کښې راواخست هم ئې جيد عالم او ستر سکالر مولانا وحيد الدين خان ته سر ور ښکاره کړي او هم ئې فتاوى رشيديه (کامل) ئې حضرت مولانا رشيداحمدګنګوهى تصنيف کړې ده، ورباندې وکتله، هم مې د غني خان کليات درته وغوړول هم مې د ارواښاد صاحبزاده حميد الله د کوړک کښکي “مطالعه کړه، هم مې پښتون مجله مخته درته کېښوده، هم مې د کاروان صاحب کليات درته را واخستل او داسې نور. نو اوس د لوستونکو خوښه ده چې دوي حسېن بن مصنور حلاج ته پۀ کوم تناظرکښې ګوري . پۀ پاې کښې به زۀ خپله مقاله د غني خان د منصور نظم سره پاې ته ورسوم لکه چې وائي:

    منصور يو لېونے ؤ د معشوق اداب ئې هېر کړۀ

    منصور يو لېونے ؤ د مستۍ شراب ئې ډېر کړۀ

    وې مستي دا زما نۀ ده د جانان د سترګو نور دے

    زما د خولې خبرې هم تورات او هم زبور دے

    دا رنګ زما د سترګو نۀ دے رنګ دے جانان

    دا شړنګ زما سينه کښې د پښو شړنګ دے د جانان

    منصور چرته ليدلے دمخ نور ؤ د جانان

    دا مست چې پرې منصور شو دا سرور ؤ د جانان

    عالمه راشئ واورئ چې زۀ نور او زۀ رڼا يم

    زۀ ګل يم، زۀ بلبل يم ،زۀ وصال ،زۀ محبوبا يم

    منصور خو پخوا ډوب شو دا تش نور دے د جانان

    دا نۀ دے منصور نۀ دے دا سرور دے د جانان

    (دغنى کليات مخ٤٥٧)

  • د خان شهیدعبدالصمد خان اڅکزي بابا خطاب – نور احمد فطرت اڅکزی

     

    “پښتنو ته د خان شهيد عبدالصمد خان خطاب” يو مفصل ‘عقد’ دی.

    پۀ ادب کښې چې شعر یا نظم پۀ نثر بدل کړل شي، دې ته ‘حل’ وائي. هم داسې، چې نثر بیا پۀ شعر واړول شي، دې ته پۀ ادبي ژبه کښې ‘عقد’ وائي )،وګورئ “ادبي فنون” کتاب(”

    دغسې نظم ما باچا خان بابا )’پښتون’، فروري (2010 او شهيد خان حاجي جېلاني خان )’پښتون’ نومبر (2019 ته هم ليکلی دی. لکه څنګه چې وړاندیني دوه نظمونه هم وو، ما هڅه کړې ده چې د خان شهید د څلور څلوېښتم تلین پۀ ویاړ دا نظم “پښتون” مجلې ته دې هیلې سره درولېږم چې چاپ شي.

    ضروري د څۀ وېنا لپاره دا دی
    غواړم څۀ مجلس لۀ تاسو سره وکړم
    پۀ دمه دمه لۀ پېله عن تر پايه
    خاموش پاتې شئ، ټول ما ته توجه شئ
    شاوخوا ته به نظر پۀ پښتو وکړم
    تفصيلي ډېر تاريخي مجلس به پرېږدم
    د هر څۀ مخکښې خورا پۀ احترام زۀ
    پۀ دغه ډول هم ستاسو پۀ حضور کښې
    همېشه چې يادوم د خېر پۀ هيله
    رب مو وساته، خوشحال پرېشان نۀ شي
    زما قامي پېژندګلوي اړينه نۀ ده
    پۀ نامه زۀ مشهور پۀ صمد خان يم
    سم صفا ليکلی شته شک پۀ کښې نشته
    اوس هم شته پۀ کتابچه کښې ليک محفوظه
    پکښې کړي مې خاړ پوسې، اوسېدونکی
    ننګ او پت پلار او نيکۀ لرم باتوره
    مقرره ورته ناست وم زده کول ډېر
    ورسره ورسره هم لوستل پۀ مينه
    کۀ څۀ هم ډېرې خوارۍ شوې پۀ ما تېرې
    عربي، پاړسي دغسې پښتو ژبه
    نولس سوه نویشت[1] پېښې متاثر کړم
    پۀ ملاتړ د خان غازي امان الله زۀ
    پېرنګی مې پۀ خپل ځان باندې حېران کړو
    د اتل باچا خان لاره مې تعقيب کړه
    نۀ خو پاتې پۀ کښې ګل او نۀ بلبل شو
    تر محشر بد تره ورځ شوه پۀ کښې جوړه
    زلزله شوه خورا ډېر ویرژن حالت شو
    پېرنګيانو سازشونه پۀ کښې وکړل
    ما هم دۀ ته خورا ډېر دردونه ورکړل
    نور ئې مۀ کړوه، زمکې ئې ايله کړه
    هدف سرا سر يواځې خپلواکي وه
    چې ضرور به پېرنګی لۀ هنده باسي
    يو پۀ بل به بدګمانه وو تر دا چې
    مسلم ليګ او مونږ پۀ دې سره جوړ نۀ وو
    کۀ څۀ هم څۀ صنعتي ترقي راغله
    پۀ اتۀ پنځوس[2] کښې فوځ بغاوت وکړو
    د انګرېز او پنجابي ښکېلاک لۀ لاسه
    د اووۀ څلوېښت لۀ پېښې پس او مخکښې
    مسلم ليګ او و پيپلز ګوند ته حېران شوم
    کرکیچن سیاسي حالات وو دغه وخت کښې
    سندهـ، پنجاب او بلوڅان ئې سره ياد کړل
    بيا ئې هم هر چا ته حق پۀ لاس کښې ورکړو
    مسلم ليګ کۀ دښمني مونږ سره وکړه
    هسې هر چا د پښتون سره بد وکړل
    را ولاړ شوم خصوصي د دريځ خوا ته
    غواړم څو دقيقې غوږ ونيسئ ما ته
    ښۀ پۀ مينه مينه وار پۀ وار مو واورئ
    شور به نۀ کوئ، کرار کرار مو واورئ
    مختصر به بحث وکړم پۀ دنيا زۀ
    پۀ ساده وېنا به وکړم اکتفا زۀ
    پۀ دعا پۀ سلامونو مو لمانځمه
    نېکې هيلې احساسات وړاندې کومه
    خصوصاً درته لۀ خدايه روغتيا غواړم
    ښاد اباد مو پۀ دنيا پۀ عقبٰي غواړم
    هر سړی خورا پۀ ما باندې بلد دی
    زما د پلار نوم عزيزانو نور محمد دی
    پلار پرېیـښی خصوصي ما ته دا حال دی
    نولس سو اووۀ اوويم[3] د زوکړې کال دی
    عنايت الله کارېز د ګلستان يم
    شجره د مسلمان لرم، افغان يم
    کتابونه د اِسکول به خامخا ما
    سبقونه خپل د کلي پۀ ملا ما
    بيا مې هم لاس ته راوړی دغه پسول دی
    تر اتم پورې لوستلی مې اِسکول دی
    پۀ تحريک تحريک را پورته شوم جهان ته
    د بچه سقه پۀ ضد راغلم مېدان ته
    پۀ هندي تحريک کښې کټ مټ لکه زر شوم
    انګرېزانو ته پۀ بېلګه لکه غر شوم
    سخت ګزار مو د زړګي پۀ بوستان وشو
    يرغلګرو زمونږ د هيلو جهان وشو
    وينې توې شوې بالخصوص پۀ دا دوران هم
    خوا مې بده شوه پۀ لوی افغانستان هم
    ما هم غوښت لۀ ده چې ځه! هندوستان پرېږده
    خدای لپاره، دا محکومه افغان پرېږده
    د کانګرس سره روان مسلمانان شو
    پۀ دا وجه مونږ د دوي حمايتيان شو
    يو پۀ بل مو د غدار دعويٰ ده کړې
    مونږ پوره ازادي غوښته، دۀ نيمګړې
    کۀ څۀ هم پښتون يو څۀ نا څۀ اګاه شو
    ايوب خان پۀ زوره راغلی ملک تباه شو
    پۀ ځانونو مو خورا ظلمونه يوړل
    دېرش پينځۀ دېرش کاله مونږ جېلونه يوړل
    شوم نا خوښه پۀ ائين[4] د پاکستان هم
    راضي نۀ شوم پۀ صوبه بلوچستان هم
    غاړه پرې پۀ کښې يواځې د افغان شوه
    نا حل پاتې کشاله پښتونستان شوه
    افغاني شاهانو هم وفا و نۀ کړه
    کانګرسيانو هم اخر رښتيا ونۀ کړه

    د خان شهيد ځانګړی پېغام

    نۀ بازار نۀ حجره پاتې نۀ مسجد شو
    د انګرېز خلاف لګيا وم پۀ توندۍ زۀ
    پۀ دغه ډول زۀ پاتې ارام نۀ شوم
    “ورور پښتون” تنظيم مې جوړ پۀ دغه نيت کړو
    نۀ مې ورځ کته نۀ شپه، پۀ کارو بوخت وم
    يو پۀ بل پسې جوړ کړل غورځنګونه
    صحافت مې خوښېدو، ورسره جوړ وم
    ترجمې مې د اردو انګرېزۍ وکړې
    د پښتو ژبې د ودې پۀ څنګ څنګ کښې
    د ډاکټر خدائيداد، سائين کمال پۀ مرسته
    لاس ګردانه دی خورا پۀ هر کار راست دی
    هيرولای نۀ شم، خدای دې اجر ورکړي
    منظوري مې لۀ انګرېزه ورته راوړه
    چې پخوا نۀ پۀ کښې چاپ نۀ اجازه وه
    پۀ خوارۍ خوارۍ مې تېره زندګي کړه
    زۀ همه کردار کردار عمل عمل يم
    پۀ کږو وږو چپه لارو سر نۀ شي
    پۀ ګفتار موقوفه نۀ ده، پۀ کردار ده
    مجموعي لۀ درانۀ خوبه خبر نۀ يم
    نۀ پوهېږي، نۀ د بل خبره اوري
    د خان زور د ملک وام ور باندې پروت وي
    نۀ مذهب ور زده کوي، نۀ د خېر لاره
    ميانوالي، اټک پۀ هند کښې څۀ ځايونه
    تش تور پاتې پۀ مېدان شو غم ځپلي
    خصوصي مو پوهوم تاسو ته وايم
    پښتنو ومنئ خدای لپاره وېښ شئ!
    نۀ د دين نۀ د دنيا وګړي جوړ شواست
    “هند و پاک” درته پۀ سپک نظر قائل شو
    پرمختګ وکړئ، وزر وکړئ، روان شئ
    هنري تعليم يافته شئ، ښائسته شئ
    جنګ دهوکې بايد يو بل سره و نۀ کړئ
    خدای لپاره د يو والي سوچ پېدا کړئ
    دا د غم تربورولۍ پرېږدئ، را ووځئ
    د خدای پاک او د رسول پېروي وکړئ
    خامخا لاس نيوی وکړئ د خوارانو
    د چوپړ پۀ جذبه پورته شئ، کار پېل کړئ
    شعور ديد دی ضروري، بايد پېدا شي
    وطن پلار دی يقيناً، زمکه مو مور ده
    يو دي زوړ او ووړ، ضرور پۀ کښې بلد شي
    دغه ډول، بل بايد تاسو رائج کړئ
    لر او بر پۀ يو ليک دود سره را ټول کړئ
    کۀ خېر غواړئ نو دا اوس اوس قلم واخلئ
    ښۀ پۀ غور غور واورئ، هېر ئې نۀ کړئ
    خورا ښې خبرې ما تاسو ته وکړې
    ښکته پورته څۀ ترخې خبرې وشوې
    مقرر دغسې ناست ویاست، اورېدم مو
    پکار دا وه بيان شوی پوره نۀ وی
    پۀ ځان پوهـ نۀ شوم، قيصه ډېره اوږده شوه
    هر سړی پر ځای پۀ غور غور اوري
    ګڼه ګوڼه ده منم، تر حساب تېر دي
    خامخا د قام پۀ ګټه تمامېږي
    ډېر پۀ غټ تعداد شرکت تاسو ښکاره کړی
    پۀ سلام سلام ولاړ درته تسليم يم
    تاسو وګڼلم، تاسو هر څۀ را کړل
    د تګ وخت دی، کۀ ژوند ؤ بيا سره وينو
    لمر پټېږي مازيګر ماښام را درومي
    جنتي شئ، رب دې ستاسو څخه راضي شي
    پرده دارې مې کور داره شه حتمي، بل
    و هېڅ کار ته غړي مۀ اچوئ، ټينګ شئ
    پېسه وګټئ، ځانونه ښاد اباد کړئ
    وياړ پکار دی چې پۀ خپل ثقافت وکړئ
    هم تاريخ د ستر شېر شاه ولولئ ګړده
    هېڅ چا مونږ ته پۀ خېرات راکړې نۀ ده
    لوی ټاټوبی د پښتون افغانستان دی
    ضروري تاسو و ما ته دعا وکړئ
    بس نور نۀ کوم خبرې، شومه ستړی
    لوی دربار ته مو سپارم د خېر پۀ هيله
    بل حق خپل لرئ، دعا به راته کاندئ
    [
    ورسره ورسره ورغلم کورو ته
    ‘انجمن’ وطن مې جوړ کړو پښتنو ته
    مخامخ پۀ خولۀ کښې ورغلم بلا ته
    چې څۀ وښايم پښتون ته پښتونخوا ته
    مخ پۀ وړاندې تلمه نۀ مې کتل شا ته
    وروستی راغلم عوامي ګوند پښتونخوا ته
    سياسي مې خورا وکړل ډېر کارونه
    پۀ پښتو کښې مې تيار کړل کتابونه
    خپل اوونيزه “استقلال” مې ورځنی کړي
    روان کړی کار مې نور هم ګړندی کړی
    پۀ هر څۀ ارزي منم د دۀ خواري زۀ
    خدمتونه د فضل احمد غازي زۀ
    دا خطه مې ویوسته لۀ لوی عذابه
    د “پرېس اېکټ” قانون مې راوړو لۀ پنجابه
    ما پۀ خپله ژوند بېکار تېر کړی نۀ دی
    ما خپل عمر پۀ ګفتار تېر کړی نۀ دی
    سمه لار واخلي پۀ سمه لار راسته شي
    عملي کارونه وکړي ښائسته شي
    خدايه! کله به پښتون غريب وېښېږې
    د سازش پۀ اور کښې عموماً کړېږي
    د ملا فتويٰ ئې ووهي، چپه شي
    پښتانۀ به څنګه سم پۀ عقيده شي؟
    د پښتون تر لاس پۀ خوند ووتل ځکه
    نۀ پۀ لاس کښې ملک ور پاتې شو نۀ زمکه
    تاسو ولې فکر نۀ کوئ بقاء ته
    څۀ شعور پېدا کړئ، سوچ وکړئ سبا ته
    سرا سر بې علمه پاتې شواست اميان شواست
    غريبان شواست، مظلومان شواست، غداران شواست
    پورته والوځي پۀ مثل لۀ باز هم
    يو بدن شئ، يو قوت شئ، يو اواز هم
    هسې نۀ چې پۀ دنيا ځان شرمنده کړئ
    يو ملت شئ دا زيي خېلې ايله کړئ
    سم صفا رب ته رجوع وکړئ، د دۀ شئ
    انسانان، مسلمانان شئ، پښتانۀ شئ
    ضرورت د هر انسان پۀ ځای پوره کړئ
    د مخلوق کارو ته ور خپله اوږه کړئ
    علم توره ده، بايد چې وار پرې وکړي
    پښتو ژبه سرمايه ده، کار پرې وکړئ
    بل دې ستاسو هر يو ځوان څۀ پۀ کښې ليکي
    پښتو ژبه پۀ دفتر پۀ ښوونځي کښې
    خامخا و دغه سخته و لار وکړئ
    ضروري پۀ پښتو ژبه کښې کار وکړئ
    غواړم دا، تاسو تکل ور باندې وکړئ
    خدای دې وکړي چې عمل ورباندې وکړئ
    خفه شوی خو به نۀ ياست راته واياست
    ستړي شوی خو به نۀ ياست؟ راته وا ياست
    د اوږدو اوږدو مسـئــلو بخښنه غواړم
    د ډېر وخت د اخستو بخښنه غواړم
    زما اواز رسېږي لرې ته نزدې ته
    بیخي زيات خلق راغلي و جلسې ته
    قيمتي د دغه وخت هره لمحه ده
    ستاسو مينه ده دا هم ستاسو جذبه ده
    د هر چا پۀ خپل خپل ځای شکر ګزار يم
    زۀ خو ستاسو يم زۀ ټول تر تاسو جار يم
    ډېر ناوخته شو، ځم ځان رسوم ځای ته
    رسوم خپل ضروري مجلس و پای ته
    با عمله نېک سيرته مو بچيان شه
    د رسول الله پۀ لاره مو ځوانان شه
    دا يوه خبره زما، دا ومنئ بله
    تجارت وکړئ، وخت مۀ ځايه کوئ بل
    د پرديو به تقليد کله کوې نۀ
    ميروېس خان، بل احمد شاه به هېروئ نۀ
    دغه زمکه د ازله زما او ستا ده
    دوهم ځای د پښتانۀ دا پښتونخوا ده
    دا دی زۀ رخصت لۀ تاسو څخه اخلمه
    ځم روان يم دريځ، تاسو ته پرېږدمه
    پۀ ايمان درباندې تېر ژوند پۀ ښۀ شان شه
    اجازه راکړئ، الله مو نګهبان شه

    یاده دې وي چې دغه ‘عقد’ دے، نثري تقریر نظم ته راوړے شوے دے، د دې شعري مداخلت لۀ امله ځینې ځایونو کښې د معنیو/ القاباتو وړاندې وروستو کېدو امکانات شته. ‘پښتون’

    1. 1929
    2. 1958
    3. 1907
    4. 1973

     

  • ستر شاعر قاضي ملا عبدالسلام اچکزی – نور احمد فطرت اچکزی

    مذهب، وژن او اسلامي تهوارونه

    د يو معلوماتي کتاب مطابق دا وخت پۀ نړۍ کښې غوټ لس مذهبونه شتون لري. د هر مذهب د ښودنې او روزنې طرېقه جدا ده. د اسلام علاوه بدهـ مت، بهائي (Bahaism)، تاومت، جېن مت، زرتشت )د زرتشت باني زرتشت ؤ، دۀ ښو ته د ‘اهورمزدا’ او بدو ته ‘اهرمن’ نامه ورکړې وه. ‘ژند اوستا’ د اور پالو مقدس کتاب دی. د دوي عبادت ګاه ته اتش کده وئيلې کېږي(، شنټومت، سکهـ مت، کنفيوشس مت، هندو مت، يهوديت او عيسائيت د يادولو وړ دي. د پېروکارانو د شمېر پۀ لحاظ عیسائيت د نړۍ د لوړې درجې حېثيت لري او د دوه زره شپږم (2006) د يوې سرکاري شمېرې سره سم د عیسائیت د پېروکارانو تعداد یویشت میليونه دی او دغه ډول اسلام یو سل درې بيليونه پېروکارانو سره دوهمه درجه لري او داسې نور.

    مذهب پۀ حقيقت کښې د څۀ قدرونو او د څۀ پېمانو نوم دی. مذهب يو سړی د سوچ او مزاج پۀ اعتبار سره يو ځانګړی انسان جوړوي، داسې انسان چې )دی( به د عاجزۍ خاکساري د نفسياتو سره اوسي. دی به د نورو سره داسې رويه کوي لکه د خپل ځان سره چې ئې کوي. دی به خپل ځان پۀ هغه پېمانه ناپ کوي، پۀ کومه پېمانه چې دی نور پېمانه کوي.

    د ستر شاعر قاضي عبدالسلام اڅکزي شاعرۍ کښې د مذهب، وژن او اسلامي و کلتوري تهوارونو لړ کښې باید د مذهب د بنسټیز تصوراتو ‘وحدانیت’ او ‘عدالت’ پۀ حقله د هغوي څو شعرونه د بېلګې پۀ توګه مخې ته کېږدم:

    1. صفت هغۀ له لائق دی / چې دی زما او ستا خالق دی
    2. د مشرق سه طربيائي / حمد ابده ورله ښائي
    3. بنده ورځ د اخرت شته / بېرته ژوند و عدالت شته
    4. چې لار وښائې و چا ته / بيا مخ نۀ ګرځي و تا ته
    5. د قرانه معنيٰ واخله / کۀ تۀ غواړې ورشو پراخه
    6. پۀ قران عيال خبر کړه / ځان پۀ خپله کیمياګر کړه
    7. ضروري حرفونه وايم / اس پۀ لنډه کوڅه بيايم
    8. زۀ به بس کړم دا بيان اوس / څۀ بې نوره دي اميان اوس
    9. عقائد بیخي درانۀ دي / ډېر ناتوانه پښتانۀ دي
    10. عقيدې راوي روښانه / پۀ پښتو ژبه اسانه
    11. لږ پۀ لږ کېږي ګزران څۀ / دا فن دی تر نورو ګران څۀ
    12. د توحيد کۀ کليمه تا / زده کړه دغه ترجمه تا
    13. پاک بې عېبه مسلمان یې / پټ پۀ فضل د رحمان یې

    قاضي ملا عبدالسلام بابا مذهب ته او دين ته هم ډېر بلکې پۀ سوونو شعرونه ډالۍ کړې دې. ” زۀ به هم څۀ ووايم” تر سرليک لاندې کاتب عبدالرحمان دراني د ‘طلب’ زوړ ټوک نوي چاپ پر مخ 19 او 20 باندې ليکي،

    “بله خبره دا ده چې زۀ خو شاعر نۀ يم چې د خدای بخښلي قاضي سلام بابا پۀ شاعرۍ باندې خبرې وکړم خو دومره به ووايم چې ارواښاد د مذهب يو داسې تږی او طلب کوونکی معلومېږي چې زۀ ئې سوچ هم نۀ شم کولی. ځان ته يو خپل مکتب فکر لري. دی د اسلام يو داسې غښتلی خوا خوږی ښکاري چې ستائينه ئې زۀ نۀ شم کولې.”

    او داسې نور قاضي بابا د مذهب پۀ حقله ليکي:

    1. نۀ کنز وائي نۀ شامي يو / ډک د جهله دې نامي يو
    2. مرکب جهل حکمت شو / متروک فضل شريعت شو
    3. استدراج دی تۀ جوګي يې/ سامري د پېرنګي يې
    4. مذهبي حروف ساتو ګړد / کۀ د ملکه چا ويستو ګړد
    5. پۀ مذهب وکړه عمل تۀ / مۀ وهه چپه غوبل ته
    6. دا خبرې د مذهب دي / پۀ نبي وحي د رب دي
    7. فضل فضل يا کريمه! / بوزې خوف زمونږ د حريمه

    قاضي ملا عبدالسلام اڅکزي چې پۀ ‘طلب مذهب’ زوړ چاپ کښې تر روژې مبارکې پورې رسېدلی دی نو ئې پۀ مخ 308 باندې داسې زياته کړې ده:

    1. روژه ټينګه فرض ده کلکه / زړۀ پاک پرې مینځه د شکه
    2. لوی محکم رکن د دين دی / د امت باندې امين دی
    3. لږ د مخ تر سپېدو )دی( / بيا تر لمر تر ډوبېدو )دی(
    4. د مشرق لۀ خوا چې توره / شپه راوخته څۀ نوره
    5. ورسره د روژې نيت وي/ بنده وړ د اهليت وي
    6. روژه دغه شرعي ده/ فرض محکمه قطعي ده

    د روژې پۀ حقله پۀ قران کښې پۀ البقره (182) کښې ښودل شوي دي،

    “دا روژه پۀ تاسو باندې ځکه فرض کړل شوې ده چې پۀ تاسو کښې تقويٰ پېدا شي.”

    د تقويٰ مطلب دی بچاوېدل – د يوې ازغنې لارې څخه چې تۀ ځان ګورې او تېر شې، دغه ته تقويٰ وائي. پۀ روژه کښې خوراک او څښاک پرېښودل يو علامتي ترک دی لۀ اٰره چې کوم شی پرېښودل دي، هغه د خدای پاک حرام کړل شوي شيان. روژه پۀ سړي کښې د تقويٰ او د احتياط مزاج پېدا کوي. د رمضان مياشت روزنه سړی دومره قابله کوي چې مخ ته وګوري صبر وکړي، لۀ بدو لاس واخلي او داسې نور.

    د امام بخاري او مام مسلم څخه روايت شته چې رسول الله صلي الله علېه وسلم وئيل چې مؤمن ته د هر ښۀ عمل د لسو څخه تر د سوو پورې بدله ورکول کېږي مګر د روژې پۀ باره کښې د خدای پاک قول دی چې روژه ما لره ده او د دې انعام زۀ پۀ خپله ورکوم، بنده زما لۀ پاره خپل خواهش او خپل خوراک پرېږي. د روژتي لپاره دوه خوشحاليانې دي؛ يوه خوشحالي روژه ماتی دی او بله خوشحالي د هغه وخت ده چې دی د رب سره مخامخ شي.

    قاضي ملا عبدالسلام بابا فرمائي:

    1. قبض مرۍ د دې خورک شه / زخمي نی د غرېبه ډک شه
    2. اسلامي پینځۀ بناء دي / څۀ محتاجه د معنٰي دي
    3. خو يو ټينګه کليمه ده / چې ايمان ئې ترجمه ده
    4. خدای منې هر پېغمبر بس / مؤمن دی پۀ دا قدر بس
    5. نمونځ روژوه حج او زکات دي / اسلام دغه عبادات دي
    6. ما خو دوه پس لۀ ايمانه / لږ دروښود مسلمانه!
    7. اوس روژه بيانوم زۀ / بيا مبرور حج درښايم زۀ
    8. مغرور نفس اماره خود/ ښکته بيائي کبيره خود
    9. سپارۀ ډېر پۀ نفسي خرۀ شته / کافران روژه خوارۀ شته
    10. کۀ چاغ نفس هر څو خر شي / زام پۀ لوږه به ډنګر شي
    11. باچا هي ده خاکساري هم / پۀ باچا اختيار لري هم
    12. ماړۀ اوږي فقيران کړه / مفلسان درباندې ګران کړه
    13. روژه ګړده لره پاکه / سخي اوسه بې امساکه
    14. سپين به شي لکه ملکه / قطعي فرض ده بې شکه
    15. کۀ بې عذره دا خواړۀ شي / نۀ ده کړې داسې پړۀ شي

    او بيا د روژې صبر، احتياط راته پۀ ګوته کوي لکه چې وائې:

    1. نۀ څښکي نۀ بل شی خورې څۀ / شهوت وطني بې لارې څۀ
    2. پۀ روژه به ورځ تمامه / شي نيت کړی تر ماښامه
    3. د سپېدو سر لږ پخوا وي / چې شروع دغه تقويٰ وي

    ‘طلب مذهب’ دوهم ټوک نوی چاپ، 747-748

    پۀ حديث کښې راځي،

    “روژه ډال دی. پۀ تاسو کښې چې د کوم سړي د روژې ورځ وي هغه دې نۀ کنځل کوي او نۀ دې شور کوي. کۀ کوم سړی دۀ ته کنځل وکړي يا جنګ ورسره وکړي نو دۀ ته پۀ کار ده چې وائي چې “زما روژه ده” او بس.”

    د روژې مبارکې د تېرېدلو څخه وروستو بيا ټول عالم اسلام وړوکی اختر لمانځي. قاضي بابا هم فرمائي:

    1. د سوسن پۀ پاکه ژبه مناسبه / درته وايم ناخبره يو پۀ حال
    2. ګل رخان به پر لاسو نکرېزي کېږدي / کۀ ښکاره شوه نوې مياشته د شوال
    3. پۀ نامي خاورو لړلی تخم شين شي / د کمبوته څۀ سپوږمۍ کوي کمال
    4. برايه دا جام ماښام غلۀ راڅخه يوړي / شکر الله چې څوک نۀ شي وړی کلال

    ‘سوسن چمن’ دوهم ټوک، دوهم چاپ، مخ 119

    پۀ اسلام کښې د کوچني اختر طريقه د هجرت څخه وروسته وټاکل شوه . رسول الله صلي الله علېه وسلم چې د مکې څخه مدينې ته راغلی نو دۀ ولیدل چې هلته پۀ کال کښې دوه تهوارونه )اخترونه( لمانځل کېدل. پۀ دغه ورځو کښې به اولس تفريح کوله نو د الله نبي صلي الله علېه وسلم خلقو ته ووئيل چې “ستر څښتن ستاسو لپاره د دې څخه غوره دوه ورځې ټاکلې دي او هغه دي عیدالفطر )کوچنی اختر( او عیدالاضحيٰ يعني لوی اختر – د دې څخه وروسته بيا پۀ اهل اسلام کښې د دغه دوو ورځو لمانځنه پېل شوه. کوچنی اختر د رمضان څخه وروسته فوراً راځي. پۀ دې خاطر دغه ته د انعام ورځ هم وئيلی کېږي. د اختر مياشت چې وليدل شي، مؤمنان تلاوت کوي، نفل نمونځ کوي او دعا کوي. مؤمنان سحر وختي راپورته کېږي غسل کوي، نوې کپړې اغوندي او بيا عیدګاه ته ځي او پۀ لاره کښې وائي، “الله تر ټولول لوی دی، الله تر ټولو لوی دی، لۀ دۀ پرته بل د عبادت لائق نشته”.

    د نمانځۀ څخه چې فارغه شي يو د بل سره ملاوېږي. يو او بل ته د اختر مبارکي ورکوي. د يو او بل پۀ خوشحاليانو کښې برخه اخلي.

    قاضي سلام بابا فرمائي:

    1. د جنت تصوير مثال دی / زمونږ اختر چې کال پۀ کال دی
    2. هغه بل ډول جنت دی/ زما او ستا برخه حېرت دی
    3. ما خوشحاله کړه يو دم لږ / چې د باندې وځي غم لږ
    4. ملاقات کوي بلبل اوس / نيسي لاس روغبړ د ګل اوس
    5. رر د سرې کوزې پۀ چوښکه / ما لۀ تندې را پر هوښ که
    6. هوس عمر ګل قدر دی / دوه يا درې ورځې اختر دی

    ‘طلب مذهب’، دوهم ټوک، نوی چاپ، مخ 512

    پۀ زاړۀ ‘طلب مذهب’ کښې پر مخ 192 باندې د اختر ملغلري ځله پاشي، وې لولئ او بيا اندازه ولګوئ چې ستر شاعر قاضي ملا عبدالسلام بابا څومره ښۀ شاعر دی لکه چې فرمائي:

    1. د اختر پۀ تماشه نن / سپين مصري کشمش پاشه نن
    2. نو قل هم خوږې شکرې / تويوي د جنت حورې
    3. سبا ښۀ لاهور پالي هم / پرخو مښلي پر ډيلي هم
    4. د اختر مياشتې ښکاره شه / لېليٰ ووځه راسپره شه
    5. راځه نن بني عامر له / مجنون هم راځي اختر له
    6. ولاړه شپه ختلې نمر دی / غوړېدلی نيلوفر دی
    7. ګل رخان تر شونډو لاندي / پټ مسېږي خوبان خاندي
    8. پر صحرا ووتې وراوې / د لاله ګېډۍ به راوي
    9. بلبلان شو کوړي کوړي / نرګس ګوري سترګي ژیړي
    10. تک سپين غاښ تر صدفانو / تور سنبل شونډې پۀ پاڼو
    11. تر پوښ ووتو ګلان لڅ / لکه ستاسو بارخوګان لڅ
    12. پېمانه صرحي دا ده / پر خولۀ ډکه د خندا ده
    13. شيشه نيمه یوه مچه/ راپیاله دي مسه وچه
    14. سېب د زنې که لغړ ته / خاص پۀ لاس کوه روغبړ ته
    15. داسې خمر ما له ښائي / چې مستي د زړو سه بيائي
    16. ساقي ووېشه کوثر تۀ / دوې درې ورځې که اختر تۀ

    هغه اديبان شاعران چې دوي ګيله کوي چې د قاضي بابا پۀ شاعرۍ کښې د جمالياتو برخه کمه ده، زۀ هغه ليکوالانو ته وايم چې د بابا پۀ شاعرۍ کښې جماليات کم نۀ دي. د قاضي صاحب کتابونه اوس هم د جمالياتو څخه ډک دي. صرف د افسوس وړ خبره دا ده چې ليکوالانو قاضي بابا مطالعه کړی نۀ دی؛ کۀ دوي بابا پۀ غور سره مطالعه کړي د دوي ګيله به بيخي رفع شي. قاضي بابا ټول پۀ ټوله جماليات دی. خو کۀ څوک نۀ مني نو دوي دې د بابا دغه د اختر مثنوي ولولي. د بابا نۀ صرف د اختر شعرونه لۀ خونده ډک دي بلکې د سرسايې يا د تراوو يا قرباني اشعار ئې تر دا هم خواږۀ دي. څو نمونې ئې ولولئ – بابا وائي:

    1. پۀ دا ورځ خوشحالي ډېره / ښه راوباسه سر بېره
    2. مرور خلق پخلا کړه / نفساني خاني جلا کړه
    3. کۀ مراد غواړې زړونه بيايه / و ديني وروڼو ته وايه
    4. ورکړه لاس د صدقه ډک شه / دا اختر دې مبارک شه

    ‘طلب مذهب’، زوړ ټوک، مخ 195

    د سرسايې اشعار ئې ولولئ، لکه چې وائي:

    1. سرسايه چابکه ورکړه / پر شامه يتيم اختر کړه
    2. لا تر لوی نمانځۀ پخوا دا / ورکړه وګڼه تقويٰ دا
    3. کۀ د مخه تر اختر شوه / نيکي لا ښه ده چې زر شوه
    4. رالېږل رب مساکين دي / خوښ د رب العالمين دي
    5. نو ځنډ مۀ کوه بيخي تۀ / مکروه ايسي و سخي تۀ

    طلب مذهب، دوهم ټوک، نوی چاپ، مخ 518

    د عیدالفطر مطلب دی د روژه ماتي اختر، د خوراک او څښاک اختر. دغه ته عید الفطر ځکه وائې چې دی د رمضان څخه وروسته راځي. د رمضان مياشته پۀ خوراک او څښاک باندې د پابندۍ د لګولو مياشته ده او د وړوکي اختر ورځ د دغه پابندو څخه د خلاصېدو ورځ ده. د روژې او د اختر پۀ منځ کښې يو بل روژه د بندېدولو مياشته ده او اختر د روژې پۀ مقابله کښې د چلېدلو ورځ ده. پۀ روژه کښې به خاموشه اوسئ او پۀ اختر کښې به خبرې کوئ. روژه د درېدلو مياشت ده او اختر د اقدام ورځ ده او داسې نور.

    قاضي سلام بابا پۀ ‘طلب مذهب’ نوي ټوک مخ 520 باندې عوامو ته وائي چې کله تاسو عېدګاه ته ځئ نو تکبيرونه پۀ زوره مۀ وايئ، لکه چې وائي.

    1. چې عېدګاه له ځې د کوره / تکيبر مۀ وايه پۀ زوره
    2. وئيل کېږي پۀ قراره / سهي قول دی مختاره
    3. د روژې پۀ اختر داسي / مشائخ حکم راباسي

    مګر د لوي اختر پۀ حقله ليکي چې ” تاسو د لوی اختر عیدګاه ته ځئ نو تکبيرونه پۀ زوره وایئ ځکه چې د لوی اختر تکبيرونه پۀ زوره وئيل واجب دي – لکه چې وائي:

    1. لوئي دۀ له د ګدايه / تکبيرونه واجب وايه
    2. چې نمونځ وکړې د سهار تۀ / نو شروع کړه دا اذکار تۀ
    3. بل څو نمونځ د عېد ګاه کېږي / دلته خود خوراک ځنډېږي
    4. تکبيرونه پۀ اظهار دي/ دا د لوی اختر پۀ لار دي
    5. پۀ عیدګاه چې ورداخل شې / د دې ذکر به غافل شې

    ‘طلب مذهب’، زوړ ټوک، مخ 200

    د قربانۍ اشعار ئې پۀ خوند خوند ولولئ، لکه چې وائي:

    1. مناسب دي پر داغه اوس / چې بيان شي اضحيه اوس
    2. زما تلوار ؤ خو اړي ده / دا پکار د هر سړي ده
    3. ډېر تېرۀ چاقو پېدا کړه / چنغړک د سر يو خوا کړه
    4. پرېکړه سره دا وچه غاړه / پر څنګو رګونه دواړه
    5. چې چاړۀ پۀ حېوان مږې / وايه دا د غوښو وږې

    او بيا يوه ناشوده مسئله هم بيانوي. دی وائي کۀ چا د باچا يا د يو خاص سردار د نزديکت لپاره پسۀ حلال کړی نو دغه پسۀ مردار دی، دغه بيا مۀ خورئ – لکه چې ليکي:

    1. کۀ د خاص باچا لپاره / پۀ څۀ حلال کړي يو نیتګاره
    2. يا بل داسې لوی سردار ؤ / د دۀ قرب د دۀ پۀ کار ؤ
    3. ناروا د دوي خورک دی / دا سړی وهلی جک دی

    او بيا د دې مسئلې حل هم پۀ شرعي طريقه راوباسي، لکه چې فرمائي:

    1. کۀ پېش کش د مېلمانۀ ؤ / د بنده لپاره نۀ ؤ
    2. دا عزت د خدای تعظيم دی / سنت هم د ابراهيم دی
    3. حرمت نشته دا حلال دی / پۀ اول پسۀ کښې وبال دی

    پۀ روايت کښې راځي چې صحابو د الله د نبي صلي الله علېه وسلم څخه پوښتنه وکړه، ای د خدای رسوله! دا قرباني څۀ شی دی؟ وائې چې دۀ جواب ورکړو، “دا ستاسو د پلار ابراهيم طريقه ده. پۀ لوی اختر کښې پۀ څۀ حلالول دومره سترې واقعې ياد تازه کول دي چې څلور زره کاله مخکښې پېښه شوې وه. دا يو وختیز کلنی رسم نۀ دی بلکې د مستقله ژوند يو سالانه مظاهره ده. پۀ هر بالغ مومن مسلمان باندې چې د نصاب خاوند وي، قرباني کول واجب دي. د قربانۍ لۀ پاره به روغ او چاغ پسۀ راولي. پۀ حديث کښي راغلي دي، “تاسو خپل پسونه چاغ کړئ ولې چې دا به پۀ پل صراط ستاسو سواري وي”. دا د تمثيل يا د مثال پۀ ګړدود کښې د دې خبرې يادونه يا نصيحت دی چې د قربانۍ لپاره باید سړی )صاحب نصاب نر او ښځه( ډېر اهتمام وکړي، ټهيک داسې لکه د دنيا د سفر لپاره چې يو څوک دا کوشش کوي چې ښې نه ښه سواري )اس، موټر وغېره( ونیسي. مستحبه ده چې سړی پسۀ خپله حلال کړي. نذر یا سوغات انسان د بل پۀ لاس هم لېږلی شي. مګر هغه )منښته( يا نذر چې د يوې غټې هستۍ لپاره وي، دغسې نذر سړی هغه چا ته پۀ خپله ورولي. قرباني صرف د يو پسۀ نۀ ده بلکې دا د جذباتو هديه ده او داسې جذبات يو سړی صرف د خپل ذات پۀ واسطه يا ذريعه وړاندې کولی شي.

    قاضي بابا فرمائي:

    1. کۀ شا ملک دومره قدر ؤ …. چې دوه سوه برابر ؤ
    2. د ابي يوسف مذهب دی …. چې خاوند د لوی منصب دی
    3. دوهم حکم دلته بل دی / بو علي پۀ دې قائل دی
    4. یعني خرڅ ورځي د کال پره / دا مالک له د عيال پره
    5. نو پۀ دې سړی اختر شته / څوک څۀ نۀ وائي باور شته

    قاضي بابا پۀ ‘طلب مذهب’ زوړ ټوک کښې د نصاب حد پۀ هغه وخت کښې دوه سوه روپۍ پاکستانۍ يا هندۍ ښودلې دي چې دغه نصاب د اوس علماء کرام څلوېښت زره روپۍ بولي. دا اوس عالمان وائي کۀ يو چا پۀ کور کښې د قرضه خلاص څلوېښت زره روپۍ درلودې، پۀ هغه مومن )نر يا ښځه( باندې اختر واجب دی، بايد خامخا ئې وکړي.

    او بيا مخکښې قاضي بابا ليکي:

    1. ملايان پۀ زکات اړ دي / پۀ اسخات سره اتڼ دي
    2. کتابونه پر تصنيف کړو / اصلي فرض ملا ضعيف کړو
    3. ګټه کوټه د هېدرو ده / ملائي پۀ مسخرو ده
    4. ‘هنديه’ و ‘بحر’ ګوره / د خپل ځان پۀ طاقت ښوره
    5. ضروري حرفونه خاص کړه / د اميانو غوږ پرې خلاص کړه

    اوس نو د کوچني اختر دوه مياشتې و لس ورځې تېرې شوې دي. نن لوی اختر دی، واړۀ خوشحاله دي او خلق پۀ عیدګاه کښې د اختر نمونځ کوي. قاضي بابا د اختر نمونځ داسې راښائي:

    1. دوه رکعته به امام خود / پۀ دا خلقو کړي تمام خود
    2. د شروع تکبير اول دی / د سبحاني سره مل دی
    3. چې تمامه شي سبحانه / درې تکبيره وايه ځوانه
    4. بيا د دوي تر منځ يو دم ته / پټه خولۀ درېږه سم ته
    5. درې تسپې قدر سکوت دی / ازدحام بيخي مزبوت دی
    6. چې چابک وي خطا وځي / څوک ولاړ وي څوک پرېوځي
    7. ځړوي لاسو نه ښکته / ‘بحر’ دا وښود و ما ته
    8. پۀ دې شپږ تکبيره خاص تۀ / خامخا پوره کړه لاس تۀ
    9. بتي خود غوږو له وروره / د مذهب خبره اوره

    اوس نو د لوی اختر يا د قربانۍ د ورځي سهار دی – عيدګاه شوې ده او تيار پڅۀ هم ولاړ دی؛ اوس نو قاضي بابا مونږ ته وائي:

    1. چې شپه ووته سهار شي / د اختر پۀ څۀ دې کځار شي
    2. پر نامې هلک غني شته / هم پۀ مال د ليوني شته
    3. څوک وائي نشته خدای خبر دی / هر يو قول معتبر دی
    4. پر کالي د استعمال خود / ورکړه نۀ لري وبال خود
    5. کۀ خاوند لره غله څۀ / خامخا دومره ورتله څۀ
    6. چې د دۀ و د عيال دا / خورا ښه کافي ؤ مال دا
    7. اضحیه پر شته غني دی / و دې کړي خوي د سني دی

    ‘طلب مذهب’، زوړ ټوک، مخونه 204، 205، 206