Category: ميډيا سيل

  • د عوامي نېشنل پارټۍخېبر پښتونخوا وياندې ثمر هارون بلور سره مرکه – مېډيا سېل ، باچا خان ټرسټ

    د عوامي نېشنل پارټۍخېبر پښتونخوا وياندې ثمر هارون بلور سره مرکه – مېډيا سېل ، باچا خان ټرسټ

    ثمر هارون بلور د عوامي نېشنل ګوند خېبرپښتونخوا ويانده ده او هغۀ د صوبائي اسمبلۍ د تاريخ دوېمه ښځه غړې ده چې نېغ په نېغه په څوکۍ ټاکل شوې ده۔ له دې وړاندې هم د عوامي نېشنل ګوند بېګم نسيم ولي خان د خيبرپښتونخوا اسمبلۍ غړې منتخب شوې وه۔ ثمرهارون بلور تۀ دا اعزاز هم ترلاسه دے چې هغۀ د عوامي نېشنل پارټۍ لومړۍ ښځه ويانده ده۔ د جولائي مياشت د ګوند د پاره يوه درنه مياشت ده ځکه چې هم د دې کورنۍ (يعنې بلور کورنۍ) يو ځوان او د ثمر بلور خاوند هارون بلور ترهه ګرو شهيد کړو۔ د هغۀ له شهادت وروستو د کورنۍ ذمه واري د مشر حاجي غلام احمد بلور او ثمربلور په اوږو راغله۔ حاجي غلام احمد بلور اوس د ډېر عمر دے خو خوش قسمتي د ګوند او د دې کورنۍ دا ده چې ثمرهارون بلور هم د خپل خاوند حلقه (پي کے۷۸) نه يواځې په سياسي مېدان کښې ژوندۍ وساتله بلکې د ګوند د مهمې څوکۍ (صوبائي ترجمان) په څوکۍ هم وټاکل شوه۔ دا مرکه د پښتون لوستونکو ته د صوبائي وياندې په حېث د هغوي لومړۍ مرکه ده او د پوښتنو په اساس ليکل شوې ده۔ (اداره)

    ثمرهارون بلور د بلور کورنۍ هغۀ غړې ده چې د خپل شهيد سخر (بشير احمد بلور) او شهيد خاوند (هارون بلور) د مرګ نه پس ئې نه يواځې کور سمبال کړے بلکې د عوامي نېشنل ګوند د سېوري لاندې ئې سياسي مورچه هم د هر چا نه ښه سمبال کړې ده۔ هغه د خېبرپښتونخوا او عوامي نېشنل پارټۍ د تاريخ دوېمه ښځينه د صوبائي اسمبلۍ غړې ده چې نېغ په نېغه ټاکل شوې ده۔ له دې وړاندې بېګم نسيم ولي خان ته دا اعزاز ترلاسه ؤ چې اولس په ووټ نېغ په نېغه پارليمان ته رسېدلې وه۔ د خپل ابتدائي ژوند په اړه ثمرهارون بلور وايي چې د رڼاګانو په ښار کښې زېږېدلې او هم هلته ئې لومړۍ زد کړې کړې دي۔د او لېول زد کړې ئې کووېنټ آف جيسس اېنډ مېري سکول کراچۍ او بيا او لېول ئې د ليسيم سکول کراچۍ نه وکړې۔ د ۱۸ کالو په عمر کښې د بلور کورنۍ د سترګو تور هارون بلور سره واده وشو او د رڼاګانو د ښار نه د ګلونو ښار (کراچۍ) ته راغله۔

    د خاوند د شهادت پورې ئې په کور دننه د خپلو بچو تربيت په ښۀ شان سره ترسره کولو۔ دوه زامن دانيال بلور او باسم بلور اوس لوے دي۔ د خاوند د مرګ نه وروستو د حالاتو په اړه ثمرهارون بلور وائي چې د بشير بلور (شهيد) د مرګ نه وروستو هارون بلور (شهيد) د پلار مشن او مقصد مخ پۀ وړاندې بوتللو خو دښمنانو ته شايد دا قبوله نه وه ځکه چې په کوم شان او کومه جذبه هارون خان سياست او خدمت کولو هغۀ تر ټولو خلکو جدا وه۔ هغۀ به د خپل کور نه زيات وخت د خپلې حلقې د خلکو سره او بيا د پارټۍ په سرګرميو کښې تېرولو ځکه چې دغه وخت هغۀ د عوامي نېشنل ګوند خېبرپښتونخوا د اطلاعاتو سېکتر هم ؤ۔

    د هغۀ مرګ نه يواځې د بلور کورنۍ بلکې د ټول پېښور، په خصوصي توګه د پي کے ۷۸ او بيا د عوامي نېشنل ګوند لپاره يو لوے نقصان ؤ۔ دغه خالي ځاے پوره کول ګران وو او دا فېصله هم ګرانه وه چې د هغۀ کورودانه به سياست ته راځي خو د مشر حاجي غلام احمد بلور او بچو په مشوره دا ګرانه فېصله هم وشوه۔ لسمه جولائي په اصل کښې هغه توره ورځ وه چې د بشير احمد بلور (شهيد) د مرګ نه پس پېښور يو وارې بيا يتيم شو ځکه چې هارون بلور د پېښور د خاورې بچے ؤ او پېښور د ترهه ګرۍ د ناسور نه د رغېدو وروستو يو وارې بيا د پرمختګ په لور روانول د هغه ارمان ؤ۔ دغۀ ارمان که څۀ هم هغه پوره نه کړو خو د هغه نه پس اوس دا هڅه کوي چې کوم ارمانونه او خوبونه د خپلو خلکو لپاره ليدلي وو، ثمرهارون بلور به ئې پوره کوي۔

    د بلور کورنۍ او د عوامي نېشنل ګوند ترمنځه د هارون بلور د مرګ نه پس او بيا په خصوصي توګه د صوبائي کابينې د ټاکنو په مهال رامنځ ته شوي اختلافات ثمرهارون بلور يوه غلط فهمي بولي او بيا د مرکزي او صوبائي مشرانو مننه هم کوي چې هغوي د جرګې په شکل کښې بلور هاوس ته راغلل، هغوي ته ئې دا عزت وروبخښو۔ هغې يو وارې بيا يادونه وکړه چې کومه پارټي د حاجي غلام احمد بلور ده، کومه پارټي د بشير احمد بلور (شهيد) وه، کومه پارټي د هارون بلور (شهيد) وه، هم هغۀ پارټي د ثمرهارون بلور ده، هم هغه پارټي د دانيال بلور ده۔

    د خپلو نوو ذمه وارو په اړه ثمرهارون بلور وائي چې دا که يو اړخ ته د اعزاز خبره ده نو بل اړخ ته ويروونکې ذمه واري هم ده ځکه چې د دې څوکۍ مقصد د پارټۍ ترجماني کول دي۔ کله کله به ډېر تراخه سوالونه هم وي، کله کله به خلک ډېر تنقيد هم کوي او ځواب ورکول ائيني او تنظيمي طور د ترجمان کار دے نو په موجوده حالاتو کښې دا يو ګران کار دے خو هغه د صوبائي صدر اېمل ولي خان ترڅنګ د ټولو مرکزي او صوبائي مشرانو مننه هم کوي چې په لومړي ځل د عوامي نېشنل پارټۍ يوې ښځې غړې ته ترجماني ورکړے شوې ده او خداے پاک دا اعزاز د بلور کورنۍ ته ورکړو۔ هغۀ وائي چې اوس ئې په باقاعده توګه د خپلو ذمه واريو د پوره کولو لپاره د خپل پلان مطابق کار هم پېل کړے دے۔ په لومړي فرصت کښې هغۀ غواړي چې د صوبې د تنظيم او مشرانو په صلاح د ضلعي تنظيمونو سره خبرې وکړي او د هغوي سره يو تعارفي اجلاس نه پس يو شريک هدف وټاکي چې داسې د پارټۍ بيانيه په موثره او ښۀ توګه هر ځاے، هر پښتون او هر انسان ته ورسوي۔ د عوامي نېشنل پارټۍ تاريخ او قربانۍ د هېڅ يو چا نه پټې نه دي، هم دغه قربانۍ دي چې نن په دې خاوره امن دے۔ هم دغه قربانۍ دي چې نن ډېر خلک بلکې نوي خلک اسمبليو ته لاړل، په لويو لويو ګاډو کښې ګرځي۔ که عوامي نېشنل پارټۍ د ترهه ګرۍ خلاف غږ نه وے پورته کړے نو نن به هېڅوک محفوظ نه وو۔ عوامي نېشنل پارټۍ د ترهه ګرۍ په دې جنګ کښې د ۱۰۰۰ نه زيات کارکنان قربان کړل خو د قام په ګټه او د قام لپاره د امن په مقصد او مرام ئې هېڅ سمجهوته ونه کړه۔

    د موجوده سياست او په دې کښې د ښځو په کردار ثمرهارون بلور وائي چې عوامي نېشنل ګوند ته دا اعزاز هم حاصل دے چې په دې ګوند کښې د ښځو کوم ځان له تنظيم نشته بلکې د سړو سره برابر يو رنګ تنظيمي عهدې لري او هم دا د عوامي نېشنل ګوند د سياست لار ده۔ له بده مرغه په موجوده حالاتو کښې ښځينه غړو ته يو سياسي ګوند هم هغه رنګ اهميت نه ورکوي لکه څنګه چې ورکول پکار دي۔ هغه مثال ورکوي چې د صوبائي بجټ د ۵۰۰ نه زياتو پاڼو کښې د ښځو لپاره هېڅ ذکر نشته۔ هېڅ يوه منصوبه د هغوي لپاره نه ده راوړل شوې۔ پي ټي ائي حکومت دعوې ډېرې او کار لږ کوي۔ صوبائي حکومت د اپوزيشن يعنې مخالفو ډلو سره د مېرې مور سلوک کوي۔ دلته يواځې ښځينه نه بلکې نارينه غړي هم د فنډونو لپاره عدالتونو ته ځي نو په داسې حال کښې به مونږ يواځې د ښځو خبره څنګه وکړو؟ ها! ښځې د دې ټولنې د نيمې نه زياته شمېره ده او د دوي د اهميت او ارزښت نه انکار نه شي کېدلے خو مونږ په انسانيت يقين لرو او د ښځې نارينه د تفريق نه بغېر د هر چا په خدمت او هغوي د حقونو ورکولو پاليسي د عوامي نېشنل پارټۍ پاليسي ده۔

    په سياست کښې د يوې ښځې په توګه د ستونزو په اړه ثمرهارون بلور وائي چې هغۀ خوش قسمته ده چې د خپلې حلقې خلک ورسره دومره مينه کوي چې کله ورته دا محسوسه شوې هم نه ده چې هغۀ ګنې يوه ښځه غړې ده۔ د دې ترڅنګ د هغې د کورنۍ غړي، ملګري او د عوامي نېشنل ګوند تنظيمونه لکه د وروڼو خوېندو يو ځاے کار کوي نو ځکه ورته تر اوسه کوم مشکل مخې ته نه دے راغلے۔

    د پېښور د ترقياتي منصوبو په اړه د عوامي نېشنل ګوند صوبائي ويانده ثمرهارون بلور وائي چې له بده مرغه په پېښور کښې چې کوم خلک په صوبائي يا قامي اسمبليو په څوکيو کامياب شوي هغوي پېښور هېر کړے دے۔ له دې وړاندې د پي ټې ائي لومړي حکومت د “بيوټيفيکېشن اف پشاور” په نوم په يوه غېرضروري منصوبې په کروړونو روپۍ ولګولې خو چې کله ئې بيا بله غېر ضروري منصوبه د بي ار ټې په نوم شروع کړه۔ دا منصوبه د هغه وخت د وزيراعلی پروېزخټک په وينا په شپږو مياشتو کښې پوره کېدله خو د دوه کالو نه زياته موده وشوه چې د پېښور خلک ترې پوزې ته راغلي دي۔ د جمرود روډ يعنې يونيورسټي روډ سړکونه او په دې لار کاروبارونه تباه شو، سړکونه لا تنګ کړې شو، په دې منصوبه کښې د ۲۱ نه زيات بدلونونه وشو، لګښت ئې سل اربه روپو ته رسېدلو والا دے خو بيا هم دا منصوبه سر ته نه رسېږي۔ هغه وائي که دا پېسې چرته د صحت، تعليم يا نورو د ترقۍ په کارونو کښې لګېدلې وې نو نن به د صوبې او پۀ خصوصي توګه د پېښور ښار دا حال نه ؤ۔ د دې ترڅنګ هغۀ وائي چې د پي ټي ائي حکومت د راتلو سره نه يواځې منصوبې ودرېدلې دي بلکې په زړو او بالخصوص د عوامي نېشنل ګوند په منصوبو تختۍ لګول کېږي، ورسره يو داسې کال نه دے تېر شوے چې د پي ټي ائي صوبائي بجټ (د ترقياتي منصوبو) پوره لګول شوے وي، پوره خو پرېږدئ چې نيم هم نه دے لګول شوے او روان کال هم ۷۱ فيصده بجټ بېرته مرکز ته لېږل شوے دے۔

    د اتلسم ائيني ترميم او د عوامي نېشنل ګوند د دريځ په اړه صوبائي ويانده ثمرهارون بلور وائي چې دا ترميم د باچاخان، ولي خان او د ټولو خدائي خدمتګارو ارمان ؤ۔ دا ارمان د ملي مشر اسفنديارولي خان په مشرۍ کښې پوره شو نو اوس کۀ څوک هر څۀ وائي خو دا د پاکستان د مضبوطيا علامت دے، په دې کښې ګوتې وهل يا خداے مه کړه واپس کول به د پاکستان يووالي ته خطره وي۔ دا وطن يو فېډرېشن دے او دا فېډرېشن به هله مضبوط وي چې کله صوبې مضبوطې وي۔ اتلسم ائيني ترميم په اصل کښې د صوبو مضبوطيا ده نو ځکه مونږ نه يواځې خواست کړے بلکې صوبائي صدر اېمل ولي خان دا اعلان کړے دے چې د دې ترميم په ضد کوم ګام پورته کېږي نو د پېښور خلک (بالخصوص) به قصه خوانۍ ته راټولېږي۔ قصه خوانۍ ټولو پښتنو او بيا د پېښور خلکو ته معلومه ده چې په ۱۹۳۰م کښې کومې قربانۍ ورکړل شوې دي نو هغۀ يادګار ئې اوس هم ګواه دے۔ مونږ د قربانيو نه ويرېدونکي خلک نه يو خو د خپل اولس او خپلې صوبې په حقونو به هېڅ قسمه مصلحت نه کوو۔ صوبائي صدر ولي باغ ته د تللو اعلان کړے دے او دا اعلان يواځې د ګوند نه بلکې بايد ټول پښتانۀ د خپل حق لپاره بيا راوتلو ته ځان تيار کړي۔ زۀ به دلته بيا د خپل مشر شهيد بشيربلور هغه خبره تکرار کړم چې مونږ خودکش دهماکو نه يو ويرولي او څنګه چې هغه ورته وئيلي وو چې “ستاسو جېکټې به ختمې شي خو زمونږ سينې به ختمې نه شي” نو نن ثابته شوه چې د دې خاورې د دفاع او ساتنې لپاره د عوامي نېشنل ګوند سينې ختمې نه شوې او هغۀ جېکټې ختمې شوې۔ هم دا رنګ د خپل حق نه به کله هم وروستو نه شو۔

    ثمرهارون بلور پۀ ټولو پښتنو د يووالي غږ وکړو او وې وئيل چې کومه لار باچاخان خپله کړې وه، هغه لار رهبر تحريک خان عبدالولي خان نه تر اوسه د عوامي نېشنل ګوند (د ملي مشر اسفنديارولي خان په مشرۍ کښې) لار ده او دا لاره که څوک هم راټينګه کړي نو د دې وطن او د دې خاورې د حق لپاره غږ پورته کول بيا ګران نه دي۔

    د دې پوښتنې پۀ ځواب کښې چې پښتنو ته او بالخصوص د پېښور خلکو ته به د هارون بلور شهيد په دوېم تلين څۀ پېغام ورکوئ؟ ثمرهارون بلور ووئيل چې هغۀ بس دا وائي چې د پېښور خلک بايد خپل مشران وپېژني او څوک د دوي د حق جنګ کولے شي، ګولو ته ځان نيولے شي، د ترهه ګرو خلاف ودرېدلي وو، اوس هم د هغوي د حق لپاره په هر مېدان ولاړ دي، بايد ټول پښتانۀ د هغوي مټې شي ځکه چې دا د حق جنګ بې له اولسه نه کېږي، دا جنګ به پۀ شريکه کوو او منزل زمونږ دے خو که پۀ مونږ کښې اتفاق او اتحاد وي۔

  • د خېبر پښتونخوا نوو ضلعو د پاره د عوامي نېشنل پارټۍ انتخابي منشور

    اے اېن پي

    ‘قبائیلي سیمې’ – چې یو وخت کښې پېرنګ د خپلو مفاداتو د پاره د ‘ازاد قبائل’ پۀ رومانوي احساس سره د ژوند، پرمختګ او تهذیب نه شوکولي وو، نن د ‘خېبر پښتونخوا’ برخه ده. نن د پاکستان هر سیاسي ګوند فخر سره وائي چې د ‘فاټا’ خېبر پښتونخوا سره یو کولو کښې ئې کردار ادا کړے دے او عوامي نېشنل پارټۍ د دغه سیاسي ګوندونو مننه هم کړې ده – خو دا یو حقیقت دے چې د عوامي نېشنل پارټۍ نه بغېر دغه سیمې خېبر پښتونخوا سره یو کول د بلې کومې پارټۍ د منشور برخه قدرې هم نۀ وه. نور ګوندونه، تحریکونه او ‘برانډونه’ د وخت توده ‘سندره’ وائي خو د مسئلې مونډ باندې خبره نۀ کوي – ځکه خو ورته د ‘تحفظ’ ضمانت هم حاصل وي. عوامي نېشنل پارټي د غېر جمهوري رویو، د فسادي بیانیې او جنګي اقتصاد پۀ ضد ولاړ ګوند تل د خپل قام او پۀ خپله خاوره د خپل اختیار خبره کړې ده – تش غږ ئې پورته کړے نۀ دے، خپلې سرونه ئې هم دې قام او خاورې نه ځار کړي دي.

    دا خو د عوامي نېشنل پارټۍ سترګو کښې د باچا خان نظر دے چې هغه څۀ هم ویني چې کۀ ډېر لرې هم وي او بل څوک ئې نۀ ویني، بیا هم عوامي نېشنل پارټي ئې ادراک لري.

    دا وخت نوو ضلعو کښې تر هر څۀ مهم هلته د اساسي قانون نفاذ او مصنوعي امن حقیقي کول دي. مونږ د عوامي نېشنل پارټۍ د کال 2018 ټولټاکنو د پاره د نوو ضلعو پۀ حقله د منشور برخه پۀ پښتو، اردو او انګرېزۍ ژبو دلته د خپلو لوستونکو د پاره وړاندې کوو او پۀ غرور سره وایو چې عوامي نېشنل پارټي د دې خاورې اصل ترجماني او د دې حقوقو د پاره عملي مبارزه کوونکې یواځینۍ پارټي ده.

    د دې نوو ضلعو د پاره چې د هرې صوبې لۀ خوا د درې فیصدي مرستې کوم لوظ شوے ؤ، هغه برخه یواځې خېبر پښتونخوا او مرکزي حکومت اعلان کړه – د حېرانتیا خبره نۀ ده چې نورو صوبو ولې دغه برخه ورنۀ کړه؟ د سندهـ خو دا جواز وړاندې کېږي چې هلته وفاقي حکومت د پیپلز پارټۍ د صوبائي حکومت فنډونه ایسار کړي دي نو پۀ پنجاب کښې خو د تحریک انصاف اکثریتي حکومت دے کنه – خبره بیخي رڼه ده. ‘پنجاب پاکستان دے او پاکستان پنجاب’ – د نوو ضلعو اولسونه دې خبر وي چې د صوبائي خود مختارۍ دا جنګ هم د عوامي نېشنل پارټۍ ؤ او اوس دغه ګټلے شوي حقونه اولس ته رسول هم د عوامي نېشنل پارټۍ مرام دے. دا انتخابي منشور پام کښې ساتلو سره دا خبره د زباد وړ ده چې ‘د پښتنو ووټونه د پښتنو سره د عوامي نېشنل پارټۍ امانت دے’ – د پولنګ پۀ ورځ چې ئې نۀ شېروانۍ نه سترګه وسېزي، نۀ پټکو تربوزکو نه او نۀ وردۍ نه. خپل ووټ دې ‘لاټېن’ ته ورکړي او د خپلو حقونو لاس ته راوړنه دې یقیني کړي.

    د خېبر پښتونخوا نوې ضلعې:

    عوامي نېشنل پارټي به د خېبر پښتونخوا نوو ضلعو )باجوړ، مومند، خېبر، کرمه، اورکزئ، شمالي او جنوبي وزیرستان( او نوو سب ډویژنونو د پاره صوبائي او مرکزي اسمبلیو کښې د دوي د ابادۍ پۀ بنیاد نمائندګي یقیني کوي تر څو قانون سازۍ او فېصله سازۍ کښې دوي د خپل کردار او موجودګۍ نه مطمئن وي. ګوند به دې نوو ضلعو کښې د مختص شوو ترقیاتي فنډونو هم دې سیمو کښې لګښت څاري او د دې سیمو د ټولنیز ژوند ښېګړې او پرمختګ سره دا سیمې د نورې صوبې سویې ته راوستلو د پاره د زیاتي فنډونه ترلاسه کولو هڅه کوي.دې لړ کښې به ګوند د مغربي جرمني مثال مخې ته ږدي چې د یو ځاے کېدو نه پس ئې د مشرقي جرمني ترقۍ، سماجي اتصال او اصلاحاتو د پاره د خپلې مالي برخې نه مرستې کړې وې.

    ګوند به دې نوو ضلعو او سب ډویژنونو کښې د پارلېمان او صوبائي اسمبلۍ لۀ خوا د توثیق شوي ادغام او اصلاحاتو پۀ پۀ منصوبه عمل درامد یقیني کوي او پۀ ژور نظر به پوره ويښتيا سره د دې څارنه کوي چې د کوم مخصوص مفاد لۀ کبله د ادغام نه پس د اصلاحاتو پۀ نفاذ کښې ځنډ رانۀ وستے شي.ګوند به د ايف سى اٰر هېڅ نوے شکل يا نامه د عمل دارۍ پۀ صورت ونۀ مني او د مقامي اولسونو د ګټو نظر کښې ساتلو سره به ادغام او اصلاحاتي منصوبو باندې عمل کولو د پاره تړلې ټاکلې نېټې او موخې مقرروي.

    ګوند به دې نوو ضلعوکښې د راپورته کېدونکې سِول سوسائټۍ سره نزدې اړیکې ساتي او د دې مضبوطيا لپاره به کومک او ملاتړ کوي. ګوند به د صنعتي او کاروباري هلوځلو د پاره د چېمبرز جوړولو، پراختيا او پائېدارۍ د پاره د مستقل زيار سره دلته صنعت سازۍ، پرېس کلبونو، با راېسوسي اېشنونو، د ښځو د حقوقو د تنظيمونو، علمي او تعليمي ادارو، د زدکړیالو تنظيمونو او دغسې د اين جي اوز د جوړښت د پاره کوټلي ګامونه اخلي.

    ګوند به دې نوو ضلعو کښې د عوامو فکري، طبيعي او مادي اسودګۍ د پاره پۀ ترحيحي بنيادونو کار کوي چې د دې سیمو اولسونه هم د نورو بندوبستي سیمو د خلقو سره پۀ مساوي کچ راوستو د پاره د دوي سماجي او اقتصادي پرمختيا د پاره پائېداره بنيادونه جوړکړي.

    دا موخې لاس ته راوړلو د پاره به ګوند دا اقدامات عملي کوي:

    ألف. زدکړې/ تعليم:

    1. عوامي نېشنل پارټي به د خپل وس سره سم چې څومره هم ممکن وي، دې سیمو کښې پرائمري سکولونه جوړوي چې زياتو نه زيات ماشومانو د پاره د داخلې موقعې پېدا کړې شي. دې لړ کښې به د جينکو د پاره سکولونو جوړولو ته خصوصي پاملرنه کېږي تر څو چې زمونږ ماشومانې خپلو کورونو سره نزدې د علم حاصلولو اسانتیاوې ولري. د سیمې د ضرورت لۀ مخه به مډل او هائي سکولونه هم جوړولے شي. دې لړکښې به هاغه سیمو ته زیاته پاملرنه کېږي چرته چې وړاندې نه سکول موجود نۀ وي.
    2. ګوند به هره ضلع او سب ډوېژن کښې د نوي کهول د پاره د دوي فنونو، هنرونو او دستکارۍ کښې مهارت د پاره موقعې پېدا کوي او دې لړ کښې به پولي ټيکنيک مرکزونه او د هنرمندانه او پېشه ورانه تربيت ادارې جوړوي.
    3. ګوند به د انټر او ډګري کالجونو جال دې سیمو کښې غزوي چې دې سره به زدکړیالو هلکانو جينکو ته دا ممکنه شي چې د سکولونو تعليم پوره کولو سره سم خپلو علاقو کښې د اعليٰ تعليم حاصلولو موقعې او اسانتیاوې ولري. دغسې د جینکو د پاره به کالجونو جوړولو ته پاملرنه کېږي. د طلباء او طالباتو د پاره به اقتصادي علمونو کښې د تخصيص لارې پرانستلو د پاره کامرس کالجونه جوړېږي.
    4. ګوند به صوبه کښې او د ملک نورو برخو کښې د نوو ادغام شوو ضلعو د طلباء او طالبات د پاره مخصوص کوټه اوسکالرشپس تر هغې پۀ ځاے ساتي تر څو چې دغه ضلعې د پرمختګ او اسانتیاو مطلوبه معيار کښې د نورو سیمو معیار ته نۀ وي رسېدلې.
    5. ګوند به زدکړیالو د پاره خپلو ضلعو کښې د اعليٰ تعليم حاصلولو امکانات پېدا کولو د پاره هره نوې ضلع کښې یو پوهنتون ودانوي.

    ب. روغتیا/ صحت:

    1. ګوند به ادغام شوو نوو ضلعوکښې د صحت د اوسني صورتحال او دې کښې د ګنجائش معلومولو د پاره دستي سروې کوي. د سپېشلسټ ډاکټرانو موجودګي، د اپرېشن تهېټرو فراهمي، د مريضانو د پاره د بسترو او مېندو ماشومانو د پاره د طبي اسانتیاو فراهمۍ ته به پاملرنه کوي. ګوند به د عملې، الات اوزار، ډېپارټمنټس، لېبارټريانو، اېمبولنسونو او دوايانو د فراهمۍ پۀ لحاظ سره ضلعي هيډکوارټر هسپتالونه چمتو ساتي.
    2. ګوند به اولس ته د دوي درشل سره نزدې د صحت اوعلاج سهولتونه ورکولو د پاره د سب ډوېژن پۀ کچه هسپتالونه او د يونين کونسلو پۀ کچه بنيادي طبي مرکزونه (BHU) جوړوي.
    3. چې کومو لرې سیموکښې تر اوسه د صحت بنيادي سهولتونه نشته، ګوند به هغه ځایونو کښې د طبي اسانتیاو ورکولو د پاره موبائل هيلتهـ يونټس جوړوي.

    ج. د زمکې او قدرتي وسيلو ملکيت:

    1. د صوبې ټولې نوې ضلعې پرېوانه غرئيزې سلسلې لري او ځکه هلته د کروندې او اباد کارۍ د پاره زمکه کمه ده. دغه زمکې د غرونو پۀ ګډون د مقامي خلقو ملکيت دے. ګوند پۀ مېداني، غرئيزو سیمو او ځنګلونو د مقامي اولس د فطري ملکیت حق مني او دې حق ته ئې تحفظ ورکوي. دې سيمو کښې به د زمکو بندوبست، ترقياتي کارونه، رهائشي منصوبې، انفراسټرکچر جوړولو او هر کار چې د زمکو سره تړلے وي، کښې به د دې زمکو د فطري مالکانو رضامندي مخې ته ساتي.
    2. ګوند د زمکو د ملکيت د حق غوندې دلته موجودو قدرتي وسیلو باندې هم د مقامي ابادۍ حق تسليموي او د دې وسيلو د استعمال مد کښې دا فطري مالکان د رائلټۍ حقدار مني.
    3. ګوند به د مقامي خلقو پۀ اشتراک او مرستې نوو ضلعو کښې هنګامي بنيادونو باندې نوې ابادکارۍ د پاره ټاون پلاننګ متعارف کوي او وړاندې نه موجود ښارونو، قصبو او کلو ته به مدني حقونه او سهولتونه ورکوي.

    د. اقتصادي پرمختګ )صنعت حرفت، زراعت، سياحت، تجارت(:

    1. د خېبر پښتونخوا نوې ضلعې د قدرتي وسيلو د پرېوانۍ، افرادي قوت او پۀ ځانګړې توګه د تعليم يافته نوي کهول د موجودګۍ، د ښکلو ښائسته ځايونو د شتون او تجارتي راهداريانو لۀ کبله د پرمختګ ګڼ امکانات لري. دې لړکښې پۀ ګوند صوبائي ترقياتي منصوبه کښې دې نوو ضلعو ته خصوصي برخه ورکوي او دې عمل کښې واجب الذمه مرستې او کومک د پاره به وفاقي حکومت هم اشتراک ته سیخوي.
    2. ګوند به خېبر، مومندو او نورو ضلعو کښې د ماربل د درنګونو د کنستنې او تيارۍ د صنعت بنياد ږدي او د دې صنعت ودې د پاره به ‘ماربل سِټي’ ودانوي. د قيمتي معدن مناسب او ګټور استعمال د پاره به د خصوصي تربيت تابیا اود نوې مشينرۍ فراهمي يقيني کولې شي.
    3. ګوند به د مېوو او سبزيانو پېدا کوونکو سيمو کښې يخ ګودامونه جوړوي چې دا مېوې، سبزیانې او د دې مصنوعات د موسمي اثراتونه وژغوري.
    4. ګوند به د زراعت د محکمې پۀ مرسته د باغونو، د سبزيانو د فارمونو او نور زرعي پېداواري صلاحيت د ودې د پاره د کروندګرو لارښودنه کوي
    5. ګوند به د ډېري فارمز مد کښې د دې سيمو صلاحيت نه ګټې اوچتولو د پاره د صوبائي حکومت وسيلې پۀ کار راولي او د ورایتي طریقو پۀ ځاے به د جدید طریقو خپلولو حوصله افزائي کوي.
    6. ګوند به نوو ضلعو کښې د سېلګرۍ د جامع، مستقل او ګټور صنعت د پاره منصوبې مخې ته راوړي او دې د پاره به د انفراسټرکچر جوړښت باندې خصوصي توجه ورکوي.
    7. اورکزئ ضلعې نه پرته ټولې نوې ضلعې پۀ ډيورنډ کرښه افغانستان سره ملاوېږي. دا ملاپ علاقائي تجارت د پاره د مقامي خلقو معیشت او اقتصاد کښې مهم کردار ترسره کولے شي؛ ځکه ګوند به هره ممکنه طريقه باندې طورخم، غلام خان، انګور اډه، خرلاچۍ، ارندو او ګرم چشمې باندې تجارت ته وده ورکولو د پاره نوې راهدارۍ پرانستو د پاره هلې ځلې کوي.
    8. ګوند به د ‘شمال مغربي تجارتي شاهراه’ جوړښت ته علمي شکل ورکوي چې د دې پۀ ذريعه به باجوړ نه د وزيرستان او ژوب تر لارې دا سيمې سي پيک سره منسلک کېږي. داسې به دا سیمې د پرېوانه تجارتي او اقتصادي سرګرمیو د پاره پرانستې شي.

     

    خیبر پختونخوا کے نئے اضلاع:

    اے ین پی صوبہ خیبر پختونخوا کے نئے اضلاع (باجوڑ، مومند، خیبر ، کرم، اورکزئ، شمالی و جنوبی وزیرستان) اور نئے سب ڈویژنز کے لئے صوبائی اور مرکزی اسمبلیوں میں آبادی کی بنیاد پر نمائندگی کو یقینی بنائے گی تاکہ قانون سازی اور فیصلہ سازی میں وہ اپنے کردار کی موجودگی سے مطمئن ہوں۔اے این پی ان نئے اضلاع کے لئے مختص کردہ ترقیاتی فنڈ کو انہی علاقوں پر خرچ کرنے کو یقینی بنانے کے ساتھ یہ بھی کوشش کرےگی کہ ان نئے اضلاع کو سماجی بہبود و اقتصادی ترقی کے لحاظ سے باقی صوبے کے مساوی لانے کے لئے مزید فنڈز حاصل کر سکے۔ اس مد میں ہم مغربی جرمنی کی تقلید کریں گے جس نے ایک ہونے کے بعد مشرقی جرمنی کی ترقی، سماجی اتصال اور تکمیلِ انضمام کے لئے اپنے مالی حصے سے بھی معاونت کی تھی۔

    اے این پی ان علاقوں میں پارلیمنٹ اور صوبائی اسمبلی کی طرف سے توثیق کردہ ا نضمام اور اصلاحات کے منصوبہ پر عمل درآمد کو یقینی بنائےگی اور باریک بینی و بیداری کے ساتھ اس کی نگرانی کرتے ہوئے کسی بھی مخصوص مفاد کی وجہ سے انضمام و اصلاحات کے نفاذ میں تاخیری حربوں کی بھرپور مزاحمت کرے گی۔اے این پی ایف سی آر کی کسی بھی نئے روپ میں یا نئے نام کے ساتھ عملداری کو تسلیم نہیں کرے گی، مقامی لوگوں کے مفادات کو مدنظر رکھتے ہوئے انضمام اور اصلاحاتی منصوبہ پر عمل درآمد کے لئے مقررہ مدت اور اہداف کا تعین کرے گی۔

    اے این پی ان نئے اضلاع میں ابھرنے والی سول سوسائٹی کے ساتھ قریبی روابط قائم رکھے گی اور مضبوط بنانے کے لئے اس کی مدد کرے گی۔ ان اضلاع میں صنعتی و کاروباری سرگرمیوں کے لئے چیمبرز کی تعمیر، توسیع اور پائیداری کے لئے مستقل کام کرنے کے ساتھ ساتھ یہاں صنعت سازی، پریس کلبز، بار ایسوسی ایشنز، عورتوں کے حقوق کے لئے تنظیموں، علمی و تعلیمی اداروں، طلباء تنظیموں اور این جی اوز کے قیام کے لئے عملی اقدامات اٹھائیں گے۔

    اے این پی ان نئے اضلاع میں لوگوں کی فکری ،طبعی اور مادی تعمیر و بہبود کے لئے ترجیحاتی بنیادوں پر کام کرے گی تاکہ دوسرے علاقوں کے لوگوں کے ساتھ مساوی سطح پر لانے کے لئے ان کی سماجی و اقتصادی ارتقاء کے لئے پائیدار بنیادیں فراہم ہو سکیں۔

    ان اہداف کے حصول کے لئے اقدامات کی تفصیل یوں ہے:

    أ۔ تعلیم:

    1. اے این پی جتنا بھی ممکن ہو، ان علاقوں میں پرائمری سکول تعمیر کرے گی تاکہ زیادہ سے زیادہ بچوں کے داخلے ممکن ہو سکیں۔اس ضمن میں بچیوں کے لئے سکولوں کی تعمیر کو خصوصی توجہ دی جائے گی تاکہ ہماری بیٹیاں اپنے گھروں کے قریب علم حاصل کرسکیں۔ علاقہ کے ضرورت کو مدنظر رکھتے ہوئے مڈل اور ہائی سکول بھی تعمیر کئے جائیں گے اور ان علاقوں کو خصوصی ترجیح دی جائے گی جہاں پہلے سے سکول موجود نہ ہوں۔
    2. اے این پی ہر ضلع اور سب ڈویژن میں نوجوانوں کو ان کے فن، ہنر اور دستکاری میں مہارت اور نکھار لانے کی غرض سے مواقع پیدا کرنے کے لئے پولی ٹیکنیک مراکز اور ہنرمندانہ و پیشہ وارانہ تربیتی ادارے قائم کرے گی۔
    3. اے این پی انٹر اور ڈگری کالجوں کا ایک جال ان علاقوں میں بچھائے گی تاکہ طلباء کو سکولوں میں تعلیم مکمل کرنے کے بعد ان کے اپنے علاقے میں مزید تعلیم حاصل کرنے کے مواقع اور سہولیات دستیاب ہوں۔ طالبات کے لئے کالجوں کی تعمیر کو خصوصی توجہ دی جائے گی۔ طلباء و طالبات کے لئے اقتصادی علوم میں تخصیص کا دروازہ کھولنے کے لئے کامرس کالج بھی تعمیر کئے جائیں گے۔
    4. اے این پی صوبہ اور ملک کے دیگر علاقوں میں ان نئے اضلاع کے طلباء و طالبات کے لئے مخصوص کوٹہ اور سکالر شپس کو تب تک برقرار رکھے گی، جب تک یہ نئے اضلاع ترقی اور سہولیات میں مطلوبہ معیار تک نہیں پہنچتے۔
    5. اے این پی طلباء و طالبات کے لئے اپنے اضلاع میں اعلیٰ تعلیم حاصل کرنے کے مواقع مہیا کرنے کے لئے ہر نئے ضلع میں کم از کم ایک یونیورسٹی قائم کرے گی۔

    ب۔ صحت:

    1. اے این پی ان نئے اضلاع میں موجود صحت سہولیات کی صورتحال اور اس میں موجود گنجائش جانچنے کے لئے فی الفور سروے کرائے گی۔ سپیشلسٹ ڈاکٹروں کی موجودگی، آپریشن تھیٹرز، مریضوں کے لئے بستر اور بچوں اور ماؤں کے لئے طبی سہولیات کی فراہمی پر خصوصی توجہ دی جائے گی۔ اے این پی سٹاف، آلات و اوزار، متنوع ڈیپارٹمنٹس، لیبارٹریوں، ایمبولنسوں اور دوائیوں کی فراہمی کے لحاظ سے ضلعی ہیڈ کوارٹر ہسپتالوں کو مستحکم بنائے گی۔
    2. اے این پی لوگوں کو ان کے گھروں کے قریب صحت اور علاج کی سہولیات تک رسائی کے لئے سب ڈویژن سطح پر ہسپتالوں اور یونین کونسل سطح پر بنیادی طبی مراکز تعمیر اور قائم کرے گی۔
    3. جن دور دراز علاقوں میں ابھی تک بنیادی صحت کی سہولیات تعمیر نہیں ہوئے ہوں، اے این پی وہاں طبی سہولیات کی فراہمی کے لئے ‘موبائل ہیلتھ یونٹس’ قائم کرے گی۔

    ج۔ زمین اور قدرتی وسائل کی ملکیت:

    1. پختونخوا کے تقریباًتمام نئے اضلاع پہاڑی سلسلے ہیں اور وہاں زراعت اور آبادکاری کے لئے زیادہ زمین دستیاب نہیں ہے۔ مگر ظاہر ہے یہ زمینیں بشمول پہاڑیوں کے مقامی لوگوں کی ملکیت ہیں۔

    اے این پی میدانی علاقوں، پہاڑوں اور جنگلات پر مقامی لوگوں کی فطری ملکیت کا حق تسلیم کرتی ہے اور اسے تحفظ دیتی ہے۔ ان علاقوں میں زمینوں کی بندوبست؛ ترقیاتی کام، رہائشی منصوبے، انفراسٹرکچر کی تعمیر اور ہر کام جو زمینوں سے متعلق ہو، ان زمینوں کے فطری مالکان (مقامی آبادی) کی رضامندی سے کیا جائے گا۔

    1. اے این پی زمینوں کی ملکیت کے حق کی طرح یہاں موجود قدرتی وسائل مثلاًگیس، تیل اور معدنیات وغیرہ پر بھی مقامی آبادی کی ملکیت کا حق تسلیم کرتی ہےاور ان قدرتی وسائل کے استعمال کی مد میں متعلقہ مالکوں کو رائیلٹی کے حصول کی حقدار سمجھتی ہے۔
    2. اے این پی مقامی لوگوں کے اشتراک اور تعاون سے نئے اضلاع میں ہنگامی بنیادوں پر نئی قصباتی آبادکاری کے لئے منصوبہ بندی (Town Planning) متعارف کرائے گی اور یہاں پہلے سے موجود شہروں، قصبوں اور دیہات کو مدنی سہولیات دے گی۔

    د۔ اقتصادی ترقی (صنعت و حرفت، تجارت، زراعت اور سیاحت):

    1. خیبر پختونخوا کے نئے اضلاع میں قدرتی وسائل کی فراوانی، افرادی قوت اور خصوصاًتعلیم یافتہ نوجوانوں کی کثرت سے موجودگی، حسین مناظر ومقامات اور تجارتی راہداریاں ہیں جو ان اضلاع کے اقتصادی ترقی کے لئے بڑے مواقع فراہم کرتے ہیں۔

    اے این پی صوبائی ترقیاتی منصوبہ میں ان اضلاع کی ترقی کے لئے خصوصی منصوبہ بندی کرے گی اور اس ترقیاتی عمل میں واجب الذمہ معاونت دینے اور کردار ادا کرنے کے لئے وفاقی حکومت کے اشتراک کے لئے بھی کوشش کرے گی۔ اس منصوبہ بندی میں قدرتی وسائل کے استعمال، صنعتی فروغ کے لئے علاقوں کی نشاندہی، انفراسٹرکچر کی تعمیر اور اتصال و ارتباط کے فروغ پر خصوصی توجہ دی جائے گی۔

    1. اے این پی خیبر، مومند اور دیگر نئے اضلاع میں ماربل کان کنی اور تیاری کی صنعت کی بنیاد رکھنے اور اس کے فروغ کے لئے ‘ماربل سِٹی’ بنائے گی اور اس قیمتی قدرتی معدن کے مناسب اور منافع بخش استعمال کے لئے خصوصی تربیت اور جدید مشینری کی فراہمی کو یقینی بنائے گی۔
    2. اے این پی میوہ جات اور سبزیاں پیدا کرنے والے علاقوں میں سرد گودام (Cold Storages) بنائے گی تا کہ مقامی کاشتکار انہیں موسمی اثرات سے محفوظ بنانے کے قابل ہوں۔
    3. اے این پی محکمہ زراعت کے ذریعے باغات، سبزیوں کے فارم اور دیگر زرعی پیداوار کے لئے پیداواری صلاحیت بڑھانے کی غرض سے مقامی کاشتکاروں کی رہنمائی کرے گی۔
    4. اے این پی مویشیوں اور ڈیری فارمز کے کار آمد استعمال کی غرض سے ان علاقوں کی صلاحیتوں سے استفادہ کے لئے صوبائی حکومت کے وسائل بروئے کار لائے گی۔ اس ضمن میں مروجہ روایتی طریقوں کے بجائے جدید طریقہ کار اپنانے کی حوصلہ افزائی کی جائے گی۔
    5. تقریباًتمام نئے اضلاع خوبصورت اور دلکش قدرتی مناظر سے مزین ہیں۔ ان علاقوں میں جامع، مستقل اور منافع بخش سیاحتی صنعت کے قیام کے لئے وافر امکانات موجود ہیں۔اے این پی پہلی ہی فرصت میں سیاحتی مقامات کے فروغ کے لئے منصوبہ بندی کرے گی اور اس کو کامیاب بنانے کے لئے انفراسٹرکچر کی تعمیر پر توجہ مرکوز کرے گی۔
    6. اورکزئ ایجنسی کے علاوہ باقی تمام چھ نئے اضلاع ڈیورنڈ لائن کے ذریعے افغانستان سے ملے ہیں اور یہ ملاپ علاقائی تجارت کے ذریعے مقامی لوگوں کی معیشت اور اقتصاد میں اہم کردار ادا کرتی ہے۔

    اے این پی ہر ممکن کوشش کرے گی کہ طورخم، غلام خان، انگور اڈہ، خرلاچی، ارنڈو اور گرم چشمہ پر تجارت کو وسعت اور فروغ دے اور اس مقصد کے لئے نئی راہداریاں کھول سکے۔

    1. اے این پی ‘شمال مغربی شاہراہ'(North Westren Highway) کی تعمیری منصوبہ کو عملی بنانے کے لئے بھرپور کوشش کرے گی جس کے ذریعے باجوڑ سے شروع ہو کر، تمام نئے اضلاع سے گزرتے ہوئے یہ شاہراہ وزیرستان اور ژوب کے راستے سی پیک سے منسلک ہوگی۔اس شاہراہ کی تعمیرسی پیک سے منسلک ہونے کے بعد پورے علاقے کو تجارتی و اقتصادی سرگرمیوں کے لئے مکمل طور پر کھولنے کی طرف سنگِ میل ہوگی۔

     

    Newly merged District of Khyber Pakhtunkhwa (Formerly FATA)

    1. ANP will make certain that the new districts (Bajaur, Momand, Khyber, Orakzai, Kurram, North Waziristan & South Waziristan) and the new sub divisions of Pakhtunkhwa province get full representation based on their actual population in Provincial and National Assembly.
    2. ANP will make sure that every penny of the development funds meant for the new districts is spent there. We shall strive to divert even additional funds to bring the area at par with the rest of the province in terms of socio-economic development. We intend to follow the example of the former West Germany that diverted more funds to the former East Germany from its own share in the interest of even development, social cohesion and integration.
    3. ANP will ensure reasonable representation for the elected representatives in provincial and federal governments so that they are fully part and parcel of decision-making process.
    4. ANP will vigilantly monitor the implementation of merger and reforms plan for the new districts approved by the Parliament and the Provincial Assembly and will guard against its derailment or delaying by the vested interest. We shall particularly not allow the imposition of FCR in a new garb. We shall identify benchmarks and timelines for the implementation of merger and reforms plan in the interest of the local people.
    5. ANP will ensure that the local security personnel (Khassadars) are recruited into the Police force, their salaries and benefits are reviewed and brought at par with the rest of the Police force in the Province.
    6. ANP will remain closely in touch with the nascent civil society of the new districts of Pakhtunkhwa and shall provide full support for strengthening it. We shall consistently work for building, expanding and consolidating Chambers of Commerce and Industry, Press Clubs, Bar Associations, Women Rights Organizations, Academic Bodies, Students Associations and NGOs in these districts.
    7. ANP will work for building physical and intellectual infrastructure in the new districts on priority to lay sound and sustainable basis for their speedy socio-economic development and to enable the people of the area to compete with other regions. Following are the details of the program.
    8. Education:
      1. ANP shall build as many primary schools as possible to make sure the admission of maximum number of school-going kids into them. Special attention will be given to building girls schools so that our daughters are able to quench the thirst for knowledge closer to their homes. Middle and high schools will also be built according to the needs of the area. Priority will be given to areas that have no schools.
      2. Polytechnic colleges, vocational and craft training centers will be established in every district and subdivision to provide opportunity to young people for developing their skills.
      3. A network of inter and degree colleges will be built so that students completing their school education have the facility of college education in their area. Girls’ colleges will figure prominently in this program. Commerce colleges will also be built to open doors of this discipline for students.
      4. Students’ quotas and scholarships for students from the new districts in other areas of the province and the country shall be maintained until similar facilities are made available to them in their own areas.
      5. At least one university will be built in each new district for providing access to the students to get higher education within their own district.
    9. Health
    10. Survey will be immediately carried out of the existing health facilities in each of the new districts to ascertain their capacity and potential. Special attention will be paid to the availability of specialists, operation theaters, number of beds and medical facilities for children and mothers. ANP will strengthen the District Headquarter Hospital in terms of staff, equipment, variety of departments, laboratories, supply of medicines and ambulances.
    11. We shall build hospitals at sub division levels and BHUs in union councils so that people can have access to health care near their homes.
    12. Mobile health units will be formed to pay regular visits to far flung areas where basic health facilities are yet to be built.
    13. Ownership over Land and Natural Resources
    14. Almost all the new districts of Pakhtunkhwa are mountainous and there is not much land for agriculture and building houses. But it is very important to remember most of the land, including mountains, is communal property. ANP will make sure that ownership of the land is basically vested in the inhabitants of the area which include plain areas, mountains and forests. Any changes involving land, including land settlement, use of land for developing infrastructure and housing shall be done with the consent of owners of the land (the local population).
    15. The local population being the actual owners of the natural resources will be entitled to royalty for the use of natural resources (including oil, gas and all types of minerals).
    16. Town Planning would be introduced in the new districts on urgent basis with the participation and support of the local people and civil amenities will be provided to all existing towns and urban centers in the new districts.

     

  • ANPMarkaz – میډیا سِل

    ANPMarkaz

    1. د کوګا مهاجر کېمپ د زمکې د پېسو ورکولو قرارداد:

    د جنورۍ پۀ وړومبۍ نېټه پۀ خېبر پښتونخوا اسمبلۍ کښې د عوامي نېشنل ګوند پارلېماني مشر سردار حسېن بابک د يو قرارداد لۀ لارې د مرکزي حکومت نه غوښتنه وکړه چې پۀ بونېر کښې لۀ تېرو پینځۀ دېرش کلونو راهسې پۀ څوارلس سوه کناله زمکه د کډوالو کېمپ جوړ دے او د زمکې خاوندانو ته د څو کلونو راهسې پېسې نۀ ورکولې کېږي. دغه زمکه د کروندې جوګه ده او د پېسو نۀ ورکولو لۀ کبله ځائي کروندګر د مالي مشکلاتو سره مخ دي.

    د دغه قرارداد لۀ لارې دا غوښتنه هم وشوه چې د کوګا او چملې لپاره دې د خصوصي پېکج اعلان وکړے شي چې داسې د دې خلق شوي زیانونه راوګرځول شي.

    1. د تهنک ټېنک غونډه او د ملي مشر پرېس کانفرنس:

    پۀ درېمه جنورۍ د عوامي نېشنل پارټۍ د تهنک ټېنک غونډه پۀ بلور هاوس کښې وشوه چې مشري ئې ملي مشر اسفنديار ولي خان وکړه. لۀ غونډې وروستو ملي مشر خبري کنفرانس ته ووئیل چې د احتساب قامي ادارې (نېب) ته هر هغه کېس پۀ نظر نۀ راځي چې پکښې د حکومتي ګوند (پي ټي اٰئي) غړي ککړ دي. د سندهـ حکومت پورې چې پۀ کوم ډول خندا روانه ده، داسې به يوه ورځ کپتان پورې هم ملنډې کېږي. د سندهـ حکومت نه د پرمختيائي پېسې مرکز ته د راوړلو فېصله پۀ يو منتخب حکومت پوري ملنډې او د پاکستان د ائين نه سرغړاونه ده. ملي مشر زياته کړه چې د شهيد طاهر داوړ د وژنې پلټنيز راپور د وزيراعظم پۀ مېز پروت دے خو اولس ترې څوک نۀ خبروي. بل اړخ ته د نقيب الله مسید پۀ وژنه کښې ککړ پوليس افسر راو انوار رېټائر شو خو کومه سزا ورته ورنۀ کړې شوه. کۀ چرته د نېشنل اېکشن پلان پۀ نکتو پۀ سمه توګه عمل شوے وے نو نن به د نقيب الله مسید او طاهر داوړ د وژنو پېښې منځ ته نۀ راتلې.

    ملي مشر ووئیل، عمران خان تل پۀ دوي تورونه لګولي چې پۀ دوبۍ او ملائشیا کښې کاروبارونه لري نو نن ورته ښۀ پۀ ډاګه وایم چې دغه کاروبارونه دې اوس مشنري ټوله د کپتان سره ده؛ ثابت دې کړي او کۀ چرې ثابتولے ئې نۀ شي نو کپتان دې د عوامي نېشنل پارټۍ د کارکنانو او اولس نه معافي وغواړي.

    میاشتنۍ سیاسي ډائري

    عوامي نېشنل پارټي

    د نوو قبائیلي ضلعو پۀ اړه د ملي مشر وېنا وه چې د ټولې اېف اٰر سيمې نه يوه حلقه جوړول د دغه ځاے د خلقو پۀ ائيني حق ډاکه اچول دي. د دره ادم خېل نه تر د بلوچستان صوبې پورې سيمې نه يوه انتخابي حلقه جوړول ملنډې دي خو عوامي نېشنل پارټي به مېدان نۀ پرېږدي او د نوو ضلعو پۀ ټاکنو کښې به برخې اخلي. ملي مشر زياته کړه چې پۀ دغه ټاکنو کښې چې مقامي تنظيم چرته هم جلسې کوي نو هغه به پکښې پۀ خپله ګډون کوي.

    د افغانستان امن مذاکراتو پۀ اړه ملي مشر ووئیل، د افغان حکومت نه بغېر هېڅ قسمه خبرې ګټورې نۀ دي بلکې دا يو نوي جنګ ته بلنه ورکول دي کوم چې به د دې سيمې پۀ بربادۍ تمامېږي. دغه خبرې به هله کاميابي ويني چې پکښې افغان حکومت هم شامل شي. کۀ نن د افغان حکومت نه بغېر کوم مذاکرات وشي نو سبا به طالبان نۀ وي خو د داعش پۀ نوم به ترهګري روانه وي او بيا به د هغوي سره خبرې اترې کېږي. تر ټولو مهمه دا ده چې د افغانستان دولت پۀ مشرۍ او د هغوي پۀ خوښه مذاکراتي لړۍ مخ پۀ وړاندې بوتلې شي.

    1. د جنورۍ پۀ څلورمه نېټه د صوبائي اسمبلۍ غړي فېصل زېب خان د التواء تحريک وړاندې کړو چې پکښې وئیل شوي وو چې د پوليسو خصوصي څانګه کښې بهرتي اهلکار دې مستقل کړے شي. دغه پوليس پۀ داسې وخت کښې اخستل شوي وو چې کله صوبه پۀ لوے کچ د ترهګرۍ سره مخ وه خو لۀ بده مرغه دغه پوليس اهلکار لا هم مستقل نۀ دي. فېصل زېب خان پۀ خپل دغه وړاندې کړي د التواء تحريک کښې د پېښور هائیکورټ د هغه فېصلې ذکر هم وکړو پۀ کوم کښې چې صوبائي حکومت ته وئیل شوي وو چې خصوصي پوليس دې مستقل کړي. هغۀ لۀ صوبائي حکومته غوښتنه وکړه چې پۀ دې اړه زر تر زره عملي ګامونه پورته کړے شي او پۀ سپريم کورټ کښې چې د دې فېصلې پۀ ضد صوبائي حکومت کوم درخواست جمع کړے، هغه دې هم بېرته واخستل شي.
    2. د جنورۍ پۀ څلورمه د عوامي نېشنل ګوند مرکزي جنرل سېکرټري ميا افتخار حسېن ووئیل چې لۀ رخصتۍ وړاندې د سپريم کورټ د چيف جسټس لۀ خوا د اتلسم ائیني ترميم پۀ اړه خبرو ټول قام خفه کړے. داسې ښکاري چې اسټېبلشمنټ پۀ شريکه د اتلسم ائیني ترميم پۀ ضد سازش کړے او د دې د ختمولو لپاره ئې عمران خان پۀ واک کښې راوستو. چې کله عمران خان دا ونۀ کړے شول نو چيف جسټس ته ئې د تلو نه وړاندې دا ذمه واري ورکړې شوه. هغۀ ووئیل چې د دا رنګ فېصلو مطلب ملک کمزورے کول دي. هغۀ غږ وکړو چې اتلسم ائیني ترمیم د اویا کلن جدوجهد لاس ته راوړنه ده او کۀ دې ترمیم کښې د یو بدلون هم هڅه وکړې شوه نو عوامي نېشنل پارټي به د دې مزاحمت د پاره مېدان کښې وي.
    3. پۀ خېبر پښتونخوا اسمبلۍ کښې د عوامي نېشنل ګوند پارلېماني مشر سردار حسېن بابک او د صوبائي اسمبلۍ غړي خوشدل خان د غېرقانوني بهرتيانو او ترقيو پۀ ضد د پام راړونې غږ (توجه دلاو نوټس) پورته کړو چې پکښې وئیل شوي وو چې د جنورۍ پۀ لومړۍ نېټه د خېبر پښتونخوا سروس ټریبیونل يوه پرېکړه کړې وه چې پکښې د اسمبلۍ پۀ لوړو څوکيو ټاکل شوي خلق لاقانونه ګرځول شوي وو خو تر دې دمه د دغه فېصلې پۀ اړه کوم عملي ګام نۀ دے پورته کړے شوے. د ائين د دفعه 189 او 201 د سيوري لاندې د عدالتونو حکم منل د ادارو ذمه واري ده خو اسمبلۍ دغه حکم نۀ دے منلے او داسې د عدالت سپکاوے روان دے. پۀ دغه نوټس کښې دا غوښتنه شوې وه چې د اسمبلۍ سېکرټرېټ دې د څوکيو لپاره ټاکنه د صلاحيت پۀ بنياد وکړي.
    4. پۀ خېبر پښتونخوا کښې د عوامي نېشنل پارټۍ پارلېماني مشر سردار حسېن بابک د پام راړونې یو غږ پورته کړے چې پکښې غوښتنه شوې ده چې د بونېر جانګۍ سيمې د هلکانو سکول (ګورنمنټ بوائز هائیر سیکنډري سکول) د شهيد زدکړیال ساجد حسېن پۀ نوم کولو چې کومه وعده شوې وه، هغه لا هم پوره شوې نۀ ده. د بونېر کوريا سيمې زدکړیال ساجد حسېن د شلمې جنورۍ 2016ز پۀ باچاخان پوهنتون چارسده شوي بريد کښې شهيد شوے ؤ او دا پرېکړه شوې وه چې دغه سکول به د هغه پۀ نوم کېږي خو درې کاله وروستو لا هم پۀ دې اړه کوم عملي ګامونه نۀ دي پورته شوي.
    5. پۀ شلمه جنورۍ د فخر افغان باچاخان يودېرشم تلين پۀ باچاخان مرکز کښې ونمانځل شو چې پکښې د ګڼ شمېر خلقو سره سره ملي مشر اسفنديار ولي خان هم ګډون وکړو. پۀ خپله وېنا کښې ملي مشر ووئیل، د صدارتي نظام کوم خبرونه چې رامنځ ته شوي، دوي به ئې کله هم ونۀ مني. اتلسم ائيني ترميم کښې کۀ چا هم د بدلون هڅه وکړه، عوامي نېشنل پارټي به تود احتجاج کوي. ملي مشر زياته کړه چې کپتان د پنځوس لکهه کورونو لوظ کړے ؤ خو اول دې د وزيرستان تباه شوي کورونه جوړ کړي.

    پۀ ساهيوال کښې د پوليسو د ظلم پۀ اړه ملي مشر ووئیل چې کۀ راو انوار ته سزا ورکړل شوې وه نو دا رنګه پېښې به کله هم مخې ته نۀ راتلې.

    پۀ دغه ویاړلې غونډه کښې مرکزي نائب صدر غلام احمد بلور، مرکزي جنرل سېکرټري ميا افتخارحسېن، صوبائي جنرل سېکرټري سردار حسېن بابک، صوبائي مرستيال سېکتر اېمل ولي خان او د افغانستان کلتوري اتاشي حضرت ولي هوتک سره سره د صوبې لۀ بېلا بېلو سيمو کارکنانو او د بابا د فکر پلويانو ګډون وکړو.

    یاده دې وي چې عوامي نېشنل پارټۍ سږ کال ‘د باچا خان اوونۍ’ پۀ پراخه کچه ونمانځله او نۀ یواځې د ګوند مرکزي سیکرټرېټ باچا خان مرکز کښې ټوله اوونۍ مختلفې دستورې وشوې بلکې د ټولو صوبائي تنظیمونو لۀ خوا پۀ صوبائي مرکزونو او ضلعو کښې هم بېلابېلې دستورې تابیا شوې وې. د افغانستان پۀ شمول اروپا او خلیجي هېوادونو کښې هم د باچا خان د اوونۍ پۀ اړه پرېوانه غونډې وشوې. دا دې یاده وي چې د دې اوونۍ پرانسته پۀ نولسمه جنورۍ چارسده کښې د یوې سټېج ډرامې، مشاعرې او کلتوري ماښام نمانځلو سره شوې وه. د دستورې پر مهال د کتابونو، د باچا خان ښونځو د ماشومانو لۀ خوا د جوړو شوو کلتوري توکو، د ځائي مصنوعاتو د سټالونو او انځوریز نندارتونو تابیا شوې وه. د اوونۍ پر مهال درې سټېج ډرامې هم وړاندې کړې شوې چې یوه پکښې پۀ نولس سوه دېرشم کښې د خدائي خدمتګار امیر نواز خان جلیا لیکلې ډرامه ‘درد’ هم وه. دا ډرامه پېرنګیانو ضبط کړې وه او پۀ کال دوه زره شپږ کښې د ډاکټر خالد خټک پۀ زیار د برټش لائبرېرۍ څخه د دې د نقل راوړو پس ته د باچا خان ټرسټ رېسرچ سنټر لۀ خوا پۀ کتابي بڼه چاپ شوې هم وه.

    1. پۀ خېسور کښې مخې ته راغلې پېښې پۀ اړه پۀ خېبر پښتونخوا اسمبلۍ کښې د عوامي نېشنل پارټۍ پارلېماني مشر سردار حسېن بابک يو ‘توجه دلاو نوټس’ جمع کړو چې پکښې دا غوښتنه وشوه چې دا پېښه د زغم وړ نۀ ده او بايد حکومت نور پۀ دې غلے پاتې نۀ شي. هغۀ زياته کړه چې پۀ خېسور کښې د يو ماشوم پۀ فرياد د حکومت خاموشي ډېره د افسوس وړ ده. هغۀ زياته کړه چې دا رنګ پېښې پۀ اولس کښې د محرومۍ احساس لا زياتوي او د چا کور ته داسې بې اجازته ورتګ پښتانۀ کله هم نۀ شي زغملے.
    2. د عوامي نېشنل پارټۍ خېبر پښتونخوا صدر امير حېدر خان هوتي پۀ يو بيان کښې غوښتنه وکړه چې پۀ باجوړ کښې د ګوند د پخواني ضلعي صدر شېخ جهانزاده پۀ کور د بريد دې پلټنې وشي او چې څوک هم پکښې ککړ وي، بايد د سختې نه سخته سزا ورته ورکړې شي. هغۀ ووئیل، د دې سیمو اولس د ترهګرۍ پۀ ضد او د امن لپاره بې شمېره قربانۍ ورکړې دي خو د افسوس خبره دا ده چې د يو سياسي مشر پۀ کور مارټر ګوله راځي او حکومت دا پوښتنه هم نۀ کوي چې څۀ زيان پکښې شوے يا نۀ؟
    3. عوامي نېشنل پارټۍ د جنورۍ پۀ يو کم دېرشمه نېټه پرېکړه وکړه چې د نوميالي ليکوال، شاعر، نقاد او صحافي قلندر مومند شپاړسم تلين به د فرورۍ پۀ څلورمه پۀ باچاخان مرکز پېښور کښې لمانځل کېږي چې پکښې به د ګوند د مشرانو تر څنګ شاعران او اديبان د نوموړي پۀ کار او زيار خبرې کوي.

    د فرورۍ پۀ اوومه نېټه به د عوامي نېشنل پارټۍ د سابقه مرکزي صدر اجمل خټک، پۀ اوولسمه د قاضي عطاء الله خان او اوویشتمه د سید عاشق شاه باچا د تلین ورځ باچا خان مرکز کښې نمانځلې کېږي.

    1. مونږ د عوامي نېشنل پارټۍ سعودي عرب صدر منتخب کېدو باندې ملګري ډاکټر مزمل شاه ته مبارکي وایو.

    د سعودي عرب تنظیم او د دې ټول ملګري هم د ګل زمین خان مرګ داسې زورلي لکه څنګه چې پارټۍ دغه دروند غم ژړلے دے. دا د سعودي عرب د تنظیم د ملګرو چمتو کردار دے چې د ګل زمین خان جنازه کښې د پارټۍ د مرکزي او صوبائي قیادت سره د ټولې پښتونخوا نه، د بلوچستان، سندهـ او پنجاب نه مشران او ملګري راغلي وو او د هغۀ پۀ جنازه د لګېدلې سرې جنډې لاندې یو ځاے شوي وو.

    د سعودي عرب د تنظیم ټول ملګري څنګه چې د ګل زمین خان مشرۍ کښې یو غږ یو ګام وو، د نوي ټاکلے شوي صدر ډاکټر مزمل شاه سره به هم دغسې کلک او جوخت ولاړ وي او د بابا د فکر شمع به روښانه ساتي.

    د ملي مشر اسفندیار ولي خان دوره کښې د نوي تنظیم د حلف بردارۍ دستوره به یو تود اغاز وي.

    تل دې وي باچا خاني، تل دې وي پښتون ولي.

    1. خېبر پښتونخوا اسمبلۍ کښې پۀ عام انتخابات کښې د منتخب کېدو اعزاز لرونکې د عوامي نېشنل پارټۍ غړې بي بي ثمر بلور د بي اٰر ټي دوزخ د پاره د فرانس نه د نوې قرضې اخستلو رد عمل کښې وئیلي دي، دې قرضې سره به د بي اٰر ټي لګښت شپږ شلې زره روپیو ته ورسي. هغه خلق چې پۀ څوارلس اربه روپیو ئې د بي اٰر ټي جوړولو لاپې ویشتلې، ورک دي. د دې منصوبې افتتاح د پاره اووۀ تاریخونه بدل شول خو نۀ د لګښت شپږ شلې زره کېدو باندې نېب څۀ چوڼ د خولې نه وباسي او نۀ ارټیکل باټهـ ترېټهـ څۀ وائي!!! د پېښور اولس د بي اٰر ټي پۀ نامه یو عذاب سره مخ دي.
    2. شېخ جهانزاده
    3. لورالائي کښې برید

     

  • د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ کښې د عوامي نېشنل پارټۍ د پارلېماني لیډر سردار حسېن بابک وېنا – ANP میډیا سِل

     

     

    ښاغلي سپیکر صاحب!

    زمونږ د صوبې خپل امدن، بېروني امداد او مرکز نه چې کومه برخه ترلاسه کېږي، دا درې واړه چې یو ځاے شي نو زمونږ بجټ ترې جوړېږي.

    ښاغلي سپیکر صاحب! کله چې دې نه تېر صوبائي حکومت دعويٰ کوله او دا موجوده حکومت دعويٰ کوي چې حکومت بهترین دے، پۀ ګورننس مونږ فوکس کړے دے، ادارو کښې مو سیاسي اثر او سفارشي کلچر مو ختم کړے، مېرټ او شفافیت مو راوستي، اقرباء پروري مو ختمه کړې ده – دغه لاپې خو ډېرې خوږې دي خو زۀ به پۀ دې خبرې کول غواړم.

    زۀ به د خپل فنانس منسټر نه تپوس کوم چې د 2013 نه ستاسو حکومت ؤ، زۀ ستاسو حکومت ته ناکام ترین حکومت ځکه وایم چې نۀ خو څۀ قدرتي افات وو، نۀ داسې زور سره دهشتګردي وه ـــ ستاسو بقول کرپشن نۀ ؤ، سیاسي اثر رسوخ نۀ ؤ، ادارو کښې اقرباء پروري او کرپشن نۀ وو ـــ نو بیا خو پکار وه چې د صوبې خپل محاصل زیات شوي وے!!! دې حکومت ځان ته د 2013-14 د پاره د محاصل هدف 20 ارب ايښے ؤ، محاصل 16 اربه وو؛ 2014-15 کښې دوي ته 22 ارب ملاو شوي وو او هدف 28 ارب ؤ؛ 2015-16 کښې د دوي هدف 54 ارب او محاصل 25 ارب وو؛ 2016-17 د پاره د دوي هدف 49 ارب او محاصل 28 ارب وو؛ 2017-18 د پاره هدف 45 ارب او محاصل وو 31 ارب ـــــ د دې اعداد و شمار پۀ بنیاد څوک وئیلے شي چې دغه یو کامیاب حکومت ؤ؟ پکار وه چې وزارت خزانه وزیر خزانه ته بریفنګ ورکړے ؤ. د پي ټي اٰئي وزیران او لیډران چې سحر نه اپوزیشن پارټیو ته پۀ ستغو سپور سر کېږي، باید دې نه خبر وي چې دا اېن اېف سي اېوارډ کښې د صوبې د برخې زیاتولو کرېډټ د چا دے؟ دا چې د دهشتګردۍ خلاف جنګ کښې دې صوبې ته 1% ملاوېږي او دا کال به دغه 43 ارب وي، دا د چا ګټه ده؟ دا هم د دې سیاسي جماعتونو ګټه ده. دلته وائټ پېپر کښې یو لفظ لیکلے شوے دے چې ‘کیسا احتساب؟’ ـــ زۀ درسره دا منم چې کیسا احتساب، خو دا جمله نیمګړې لیکلې شوې ده. دوې چغې وهلې چې ‘آئی آئی پی ټی آئی’ او د دې نعرې پۀ شا ئې دا مقصد ښودلو چې احتساب به کوي ـــ دلته احتساب مخکښې هم د ټولو نۀ کېدو او اوس هم نۀ کېږي ـــ د سیاسي جماعتونو خو د سن 47 نه احتساب کېږي، خو پي ټي اٰئي به وئیل چې د ججانو او جرنېلانو به هم احتساب کوي ـــ نن دې حکومت خبره وکړي چې مشرف دوبۍ کښې ناست دے نو د دې ملک پۀ کومه اداره کښې دا جرأت او قوت شته چې هغه احتساب ته پېش کړي؟ شهباز شریف جېل ته پۀ دې جرم ولېږلے شو چې د سابق فوجي جرنېل د ورور غلطه ټهېکه ئې منسوخ کړې وه!!! زۀ د خزانې وزیر ته وایم چې خلق پۀ ډرامو کښې مۀ راګېروئ، هغه اصل مسئلو ته راشئ چې پۀ اثر کښې ئې تېر حکومت هم غولۍ کښې ګېر ؤ او دا حکومت هم غولۍ کښې چورلېږي.

    ښاغلي سپیکر صاحب! دا بجټ د خسارې بجټ دے او پرون زمونږ اپوزیشن لیډر دا ثابت کړي دي.

    ښاغلي سپیکر صاحب! زۀ د خزانې وزیر نه دا تپوس هم کول غواړي چې پۀ ائیني توګه قبائیلي سیمې اوس د خېبر پښتونخوا برخه دي خو دې بجټ کښې د دغه نوو ضلعو ذکر قدرې نشته!!! پرون د صوبائي حکومت ترجمان وئيل چې مونږ مرکز سره د خپلې برخې نه لا تعلقه کېدے نۀ شو ـــ مرکزي حکومت چې د صوبې د نوو ضلعو د ترقۍ د پاره د کوم سل (100) اربه روپیو اعلان کړےدے، هغه پۀ دې بجټ کښې ولې شاملې نۀ دي؟ اٰیا دې سره مونږ د خپل حق نه دستبردار نۀ شو؟ کۀ دستبردار نۀ یو نو بیا دې صوبائي ترجمان او د خزانې وزیر ووائي چې دغه نوو ضلعو کښې به د ترقۍ کارونه څنګه کېږي؟

    ښاغلي سپیکر صاحب! کله چې تېر بجټ د وزیر اعليٰ پروېز خټک مشرۍ کښې پاس کړے شو نو زمونږ صوبې د پاره د 2400 ارب روپیو د سي پېک منصوبې پکښې شاملې وې؛ دا به تاسو ته یاد هم وي او د اسمبلۍ پۀ رېکارډ هم شته چې ما دا مطالبه کړې وه چې دا 2400 اربه روپۍ لۀ کومې خوا راغلې؟ نو هغۀ وئیل چې مونږ سره دا کمټمنټ شوے دے!!! دلته ئې جشنونه کول چې سي پېک کښې صوبې ته خپله برخه ورکړې شوه!!! نن زۀ وینم چې دې بجټ کښې د هغه 2400 اربه روپیو ذکر هم نشته!!!نو زۀ د خزانې وزیر نه تپوس کړم چې د سي پېک د منصوبو دغه 2400 ارب روپۍ چرته لاړې؟؟؟

    ښاغلي سپیکر صاحب! زۀ به دا مطالبه هم کوم چې اتم اېن اېف سي اېوارډ راتلونکے دے؛ دې صوبه کښې هم د پي ټي اٰئي حکومت دے او مرکز کښې هم د پي ټي اٰئي حکومت دے ]اوس هغه جواز نشته چې ګنې مرکز کښې د جدا پارټۍ حکومت دے ځکه صوبې ته خپل حقونه راوړلو کښې مسئله ده[ ــــ اوس دا اورو چې د صوبو حصه کمولې کېږي؛ پۀ دې وجه نۀ چې نوو ضلعو د پاره پېسې ورکول دي نو د صوبو برخه درې فیصه (3%) کمولې کېږي ـــ کۀ داسې وي نو زۀ خو به حکومت ته خواست وکړم چې د نوو ضلعو د پاره دې پینځۀ فیصده (5%) برخه کېښودې شي او کۀ دې سره د خېبر پښتونخوا حصه کمېږي نو مونږ به پرې خوشحاله یو ــــ خو د کوم اېګریمنټ تر مخه چې مرکز او دوو صوبو کښې د دې پارټۍ حکومت جوړ کړے شوے دے چې اېن اېف سي اېوارډ، اتلسم ائیني ترمیم او صوبو ته ورکړې شوې خود مختارۍ او د صوبو فنانشل شئیرز کښې ګوتې ووهي، نو کۀ د دغه اېګریمنټ پۀ بنیاد وي نو بیا به اپوزیشن د دې مزاحمت کوي او زۀ به حکومت ته هم خواست کوم چې د صوبې د حقونو خلاف د دغه اقدام مخالفت وکړي.

    ښاغلي سپیکر صاحب! اوس راځم د بجټ مدونو له!!! حکومت د هائیر ایجوکېشن د پاره لس نوي کالجونه جوړول غواړي او دې د پاره تخمینه شوے لاګت درې (3) اربه روپۍ ده خو تاسو به حېران شئ چې د درې اربه دغه لسو کالجونو د پاره دې کال کښې صرف او صرف یو لاکهـ روپۍ ايښودې شوې دي ـــ دا د تعلیم پۀ نوم ملنډه نۀ ده؟ دا دې یاد وي چې 2011، 2014 او 2016 کښې چې کوم د هلکانو او جینکو کالجونه شروع کړے شوي دي، هغه لا سر ته نۀ دي رسولے شوي!!! دا ولې؟ دا ځکه چې چرته درې اربه یعني دېرش زره لکهه روپۍ پکار وي، هلته دا حکومت یو لکهـ روپۍ ورکوي!!!

    ښاغلي سپیکر صاحب! پۀ اېلمنټري اېنډ سېکنډري اېجوکېشن ـــ اوس مفتي صاحب وئیل چې ماشاء الله 167 اربه روپۍ ایښودلې شوې دي ـــ ما خو وئیل کۀ ما له بېل او مفتي صاحب ته بېل کتاب ورکړے شوے دے!!! حېران به شې سپیکر صاحب! دې کال به یو پرائمري، مډل، هائي او هائیر سېکنډري سکول دې صوبه کښې نۀ جوړېږي!!! خو دوي بجټ مېنول کښې لیکلي چې دوه سوه سکولونه به د کرایې ځایونو کښې وي او د دې لاګت یو ارب (1,000,000,000) ښودلے شوے دے او دغه رقم ورله ایښودے شوے دے!!! یعني صوبه کښې ټولې یو کم سل (99) حلقې دي او د حکومت د دغه اعداد و شمار پۀ نتیجه کښې به هرې حلقې ته پرائمري تعلیم د پاره لس لکهه روپۍ د یو کال د پاره ورکولې کېږي!!! دا کوم قسم تعلیمي پرایرټي ده؟ ښاغلي سپیکر صاحب! عاطف خان دلته ناست دے؛ مونږ د خپل حکومت دور کښې د ‘روښانه پښتونخوا’ تعلیمي پروګرام شروع کړو، دوي چې پۀ 2013 کښې راغلل نو یو بل ډوپلیکېټ پروګرام ئې شروع کړو د ‘واوچر سکیم’ پۀ نوم ـــ زۀ تپوس کوم چې نن هغه واوچر سکیم پروګرام چرته دے؟ زمونږ دور کښې ‘مکتب سکولونه’ وو؛ دوي چې راغلل نو هغه مکتب سکولونه ئې ختم کړل او ‘کنټېنر سکولز’ ئې شروع کړل ـــ زۀ تپوس کوم چې نن هغه کنټېنر سکولز کوم ځاے دي؟ ښاغلي سپیکر صاحب! پۀ ټي وي، فېسبوکونو او هوائي ډوزو ویشتو چې تعلیم زمونږ پرایرټي ده؛ پۀ دې بجټ او عملي مېدان کښې خو بیخي نۀ ښکاري.

    ښاغلي سپیکر صاحب! انډسټریز!!!!!! مونږ له ئې پۀ خبرو غوږونه پاخۀ کړل خو پۀ دې اوسني بجټ کښې او یا د دوي د تېر حکومت پۀ پینځۀ کلونو کښې دې دا پي ټي اٰئي واله یوه کارخانه وښائي چې دوي پرانستې ده، صرف یوه!!! او هم دغسې د خپل تېر پینځۀ کاله ناکام ترین حکومت د فېصلو او پالیسیو پۀ تسلسل کښې انډسټریز د پاره یوه انه هم دې حکومت نۀ ده ایښې. دا چې د سي پېک سلسله کښې به دوي وئیل چې دلته به انډسټریز جوړېږي او هلته به انډسټریز جوړېږي نو هغه اوس چرته جوړېږي او څوک ئې جوړوي؟

    بلدیات!!! ښاغلي سپیکر صاحب! پي ټي اٰئي به دا چغه هم وهله چې ‘اب نهین تو کب او هم نهین تو کون’ ـــ بېګا چې ما دا پېپر کتلو نو دا خبره بیخي دلته فټ راځي، دوه څلور ضلعو کښې نور هم فټ کېږي ـــ زۀ دا خبره دلته د پي ټي اٰئي د نورو ممبرانو توجه کښې هم راوستل غواړم چې د محکمه بلدیات لۀ خوا د بلدیاتو وزیر صاحب یو ارب روپۍ صوابۍ کښې ترقیاتي کارونو د پاره ایښې دي!!! اوس چې د خزانې وزیر صاحب وائي چې حالات نارمل نۀ دي نو بجټ به هم دغسې وي!!! اوس خو کتل دا دي چې کوهستان دغه کښې شامل نۀ دے، بټګرام تور غر پکښې نشته، هنګو نشته، بر دیر پکښې نشته ــــ اوس کۀ د وسائلو تقسیم د پسماندګۍ، ناخواندګۍ، نېستۍ او ابادۍ پۀ مدنظر ساتلو کېږي نو بیا خو د سوچ خبره ده. زۀ خو د بلدیات وزیر صاحب ته خواست کوم چې د صوابۍ پۀ ځاے خېبر پښتونخوا ولیکلے شي.

    ښاغلي سپیکر صاحب! معدنیات!!! دې کښې هېڅ شک نشته چې د دې سیمې معدنیات، تېل، ګېس او بجلي ـــ دا زمونږ د امدن داسې ذرائع دي چې دا صوبه پۀ خپلو پښو ودرولې شي. خو دې زۀ ډېر زهیر کړم چې معدنیات د پاره صوبائي حکومت د پنځوس کروړه روپیو صورت کښې د بجټ پۀ نوم ټوقه کړې ده او دې کښې لیز هولډرانو د پاره وړې وړې قرضې هم شاملې دي.

    ښاغلي سپیکر صاحب! د ملټي سیکېورټي ډوېلپمنټ پۀ نوم سپېشل ډوېلپمنټ پېکج اعلان کړے شوے دے یو ارب روپۍ د سوات د پاره ـــ دې سره لیکلے شوي دي چې ‘ملېټنسي هِټ اېریا’ ـــ کۀ وزیر اعليٰ صاحب دلته ؤ نو ما به ترې تپوس کولو چې دا ملېټنسي هِټ اېریا صرف سوات ده؟ بونېر نۀ دے؟ کوز دیر نۀ دے؟ بر دیر نۀ دے؟ د صوبې کومه ضلع ملېټنسي هِټ اېریا نۀ ده؟ زۀ دې ته ډسکریمینېشن وایم او زۀ پۀ جار وایم چې د دې صوبې پۀ وسائلو د دې صوبې د اولس حق دے او دا د چا جاګیر نۀ دے!!! زما دې سره اختلاف دې یو پۀ یو ارب روپۍ دې صرف سوات ته د ملېټنسي هِټ اېریا پۀ نوم ورکړے شي؛ دې کښې د ټولې صوبې د پاره حصه پکار ده.

    ښاغلي سپیکر صاحب! د ‘هوسټ کمیونټیز’ پۀ نوم د جي اېف اٰئي ډي پۀ مرسته د دوویشت اربه روپیو منصوبه ده. دې پېسو کښې قرضه هم شامله ده او ګرانټ هم ـــ زۀ دا امید لرم چې د دې مساویه تقسیم به د مېرټ پۀ بنیاد کول پکار وي ځکه چې د دې قرضې ادا کولو کښې به ټولې سیمې خپلې برخه ورکوي.

    ښاغلي سپیکر صاحب! د ‘روډز سېکټر’ پۀ حقله راته ډېر تکلیف راورسېدو. زۀ د پي ټي اٰئي د ممبرانو انفارمېشن د پاره هم دا خبره کول غواړم ]دې منځ کښې د پي ټي اٰئي څوک ووائي چې مونږ ته پته ده نو بابک صاحب مخ ور واړوي او هغۀ ته ځواب سره خپله وېنا جاري وساتي[ دا خو شکر دے چې تاسو ته پته ده، او دا هم ښه خبره ده چې تاسو خاموش یئ!!! د سي اېن ډبلیو منسټر صاحب هري پور کوهاله بالا روډ د پاره د دوه اربه روپیو منصوبه لچه کړې ده. زۀ پۀ دې اعتراض نۀ لرم خو پۀ دې رویه اعتراض لرم چې د یوې حلقې د پاره د ضرورت نه زیاتې منصوبې اعلان کېږي ځکه چې دا د دغه منسټر صاحب حلقه وي او پۀ کومو حلقو کښې چې ضرورت دے، هلته هېڅ نۀ ورکول کېږي. د یو روډ د پاره دوه اربه روپۍ ایښودلې کېږي خو دې ته نۀ کتل کېږي چې د صوبې ټول ‘تهرو فارورډ’ د شپږ سوه بلین روپیو نه زیات دے ـــ دا به د کوم ځاے نه پوره کېږي؟ یو طرف ته وئیل کېږي چې مونږ مالي مشکلات سره مخ یو، مونږ دا وخت صرف د وړاندې نه جاري منصوبو ته پېسې ورکولې شو او بل اړخ ته د ډسکریمینېشن پۀ بنیاد نوې منصوبې هم شروع کولې کېږي!!! پسمانده سیمې هم نظراندازه کولې کېږي!!! او بیا زۀ دې ته د اختیاراتو جائز یا ناجائز استعمال نۀ وایم؛ دا فېصله زۀ د خزانې وزیر صاحب ته پرېږدم.

    ښاغلي سپیکر صاحب! عاطف خان دلته ناست دے او کله چې د دۀ پارټۍ دۀ ته د سیاحت (tourism) ذمه وارۍ وسپارلې نو ډېر پۀ توندۍ سره پراپیګېشن هم شروع کړے شو او پۀ دې مد کښې د انوسټمنټ لاپې هم وویشتې شوې او د منافع اخستو دعوې ئې هم وکړې ـــ خو زۀ حېران شوم چې د لوبو مېدانونه، جمنېزیمز او نور مدونه خو پرېږدئ، د ټوور ازم د پاره صرف پینځلس ملیونه روپۍ!!!! تاسو فېصله وکړئ! دې رقم سره خو به صوبه د نېشنل او انټرنېشنل ټوورازم حب جوړول ممکن نۀ وي. د کومو محکمو نه چې صوبې ته د امدن راتلو امکانات وي، پکار ده چې هلته حکومت پېسې ولګوي.

    ښاغلي سپیکر صاحب! زۀ دا وئیل غواړم چې د بجلۍ د امدن سره زمونږ بجټ بحال وي ـــ تېر حکومت کښې هم داسې شوي وو چې زمونږ څۀ فزیبیلټیز وو، کومې منصوبې، ډیزائنونه او د بجلۍ پېدا کولو منصوبې وې ځایونه وو، نو هغه دوه پرائیوېټ پارټرنرشپس ته ورکړے شول. دا ځل چې کومې پېسې د ګېس، تېل او هائیډرو پاور جنرېشن د پاره بلاک کښې ایښودې شوې دي؛ دې سره د منصوبې نامه نۀ ده لیکلې شوې. کۀ یو وزیر صاحب خپله حلقه کښې د یو یو او دوه دوه اربه روپیو منصوبو د پاره باقاعده نامه اخلي نو دې پېسو د پاره ولې د منصوبې نامه نۀ لیکلې کېږي؟ زۀ دا خدشه لرم چې د توانایۍ د پاره بلاک کښې کومې پېسې ایښودې شوې دي، دا پېسې به د خپلو ممبرانو پۀ حلقو کښې د لارو کوڅو او ډینجقونو لګولو باندې توې کړې شي چې پۀ هېڅ لحاظ د صوبې د پاره ښه خبره نۀ ده.

    ښاغلي سپیکر صاحب! دلته د بي اٰر ټي پۀ حواله خبره وشوه. زمونږ د صوبې بجټ رو رو منجوړیا (squeeze) کېږي. کومې قرضې چې اخستې شوې دي، پۀ دې به سُود ورکولے کېږي. د بي اٰر ټي مطالبه چا کړې وه؟ د دې ضرورت څۀ ؤ؟ کۀ دا منصوبه اسمبلۍ ته وړاندې کړې شوې وه، سټېنډنګ کمېټۍ ته راوړې شوې وه، چې د پېښور خلقو او سول سوسائټۍ ته دا منصوبه ښودلې شوې وه؛ د دې ګټې او نقصانونه به مخې ته راغلي وو، کۀ د دې منصوبې پۀ لاګت، قرضو او ګرانټونو خبرې شوې وې نو دا منصوبه به کله هم شروع کړې شوې نۀ وه. دا یوه بېن الاقوامي شاهراه وه او د بي اٰر ټي سره پښتونخوا د یوې بېن الاقوامي شاهراه نه محرومه کړې شوه. تاریخ به مو پۀ دې معاف نۀ کړي. دا عنایت الله خان دلته ناست دے، پۀ تېر دور کښې هم دې پي ټي اٰئي پۀ اربونو روپۍ پېښور کښې د beautification پۀ نوم خرچ کړې؛ جنګلې ئې ولګولې، ګملې ئې کېښودې، فټپاتهونه ئې جوړ کړل، پلېسټکي بوټي ئې ولګول ـــ او بیا اتۀ میاشتې پس ئې پسې غړانګې او اوښکۍ راوستې او دا هر څۀ ئې واپس وکنستل چې اوس بي اٰر ټي جوړوو!!!

    ښاغلي سپیکر صاحب! دا منصوبه خو چې هر څنګه وي اوس به پوره کول وي ـــ کاش چې هغه زوړ وزیر اعليٰ اوس دلته ؤ چې ما ترې تپوس کړے ؤ چې د بي اٰر ټي د دوېم پي سي ون د منظورۍ د پاره اوس هم انتظار کېږي نو دا اخر کومه مجبوري وه، دا اخر د چا خوشحالول وو چې نۀ د اکنک نه د پي سي ون منظوري وه، نۀ پۀ اسمبلۍ کښې او سټېنډنګ کمېټۍ کښې دا منصوبه وړاندې کولې کېده، اخر دا څۀ مېږي درباندې اړم وو؟

    ښاغلي سپیکر صاحب!

    دا خبرې باید واقعیتاً وکتلې شي. زۀ باور لرم چې صوبائي حکومت به زما پۀ دې خبرو خاطر نۀ درنوي. د بجټ چې کوم اسټیمېټس دي او دلته پرې بحث وشو، باید د دې بحث رڼا کښې پکښې بدلون وشي. دا څومره بدقسمتي ده؛ پکار وه چې د بجټ نه پنځلس شل ورځې وړاندې تاسو اسمبلۍ ته د بجټ دغه کاغذونه راوړي وو ـــ ستاسو چې څۀ منصوبې وې، ترجیحات وو، کومې وسیلې وې، مسئلې وې نو څومره به ښه وه چې پۀ هغې مونږ د مخکښې نه خبرې اترې کړې وې. اوس چې بجټ پېش شوے دے نو مونږ دلته پۀ دې خبرې کوو!!! مونږ به خپل تجاویز درکړي وو. هسې هم تاسو پۀ خپل تېر دور کښې اپوزیشن پۀ نیمه خولۀ پوښتلے نۀ دے نو دا اوس څۀ د بلې پارټۍ حکومت خو نۀ دے، هم ستاسو راج دے. تاسو خو به مونږ راغاړې باسئ نۀ، هم دېوال ته به مو جوختوئ. خو زۀ یوه خبره کوم چې دا ځل حکومت پۀ زوړ ټال ځانګېدلے نۀ شي. د اپوزیشن لیډر مطالبه کړې د بي اٰر ټي او هائیډل پاور جنرېشن پۀ باره کښې، پۀ دې دې پارلېماني کمېټي جوړه کړې شي. زۀ دا مطالبه هم کوم چې د جنوبي اضلاع د پاره مخکښې پینځۀ فیصده رائیلټي وه، پۀ اے اېن پي کۀ تاسو هر څومره تنقید کوئ خو مونږ دغه برخه لس فیصده هم کړه او دغه اضلاع ته مو دغه برخه ور هم کړه. اوس د تېرو پینځو کالو نه دغه برخه چې پینځۀ اربه څلوېښت کروړه ده، خداے خبر نوښار ته لاړه کۀ دې عاطف خان یا شهرام یوړه؟ چا یوړه؟ دا کرک او جنوبي اضلاع صوبې له امدن ورکوي، د دوي دا رائیلټي څوک خوري؟ اوس مونږ اېن اېف سي کښې مطالبه وکړو خو دلته پرې پۀ پي اېف سي کښې عمل نۀ کېږي!!! کۀ مونږ مرکز نه مطالبه کوو چې دا زمونږ حق دے نو بیا دا حق هغه مستحقو ضلعو ته ولې نۀ ورکوو؟

    د پي ټي اٰئي رویې ته چې ګورم او کومې د ‘آئی آئی پی ټی آئی’ غږونه به مې اورېدل، هغه اوس ‘هاے هاے پی ټی آئی’ ته اوړېدلي دي او لرې نۀ ده چې اولس چغه کړې، ‘باے باے پي ټی آئی’ ـــــ مننه.

    ځه د ترورۍ زویه ځه! مونږه نېشنلیان یو ځه!
    ځه تۀ خپله لار وهه! مونږه نېشنلیان یو ځه!
    پت او پښتو پېژنو، ننګ او غېرت پېژنو!
    مونږ کوو هم دا ټپه، مونږه نېشنلیان یو ځه!
    ونۀ تمبېدلو مونږ، بم ؤ کۀ تهمت ؤ خو
    تۀ ورته سټېنډ سِټ کوه، مونږه نېشنلیان یو ځه!
    دغه الېکشن دې هم، هاهاها! خبر یو مونږ
    اوس دې د نېک خیال ساته، مونږه نېشنلیان یو ځه!
    اوس نور څۀ بارود لرې؟ لاړې تا خو ټوس وکړو
    اوس زمونږه وار ګوره، مونږه نېشنلیان یو ځه!
    دغه ستا جرنېل جسټس، نور به دې راټینګ کړي څۀ
    پورته کړه اولس چغه، مونږه نېشنلیان یو ځه!
    دا د ولي خان لښکر، دا د اسفندیار بچي
    دا د باچا خان نخښه، مونږه نېشنلیان یو ځه!
    زۀ یم شېر بهادر افتاب، تۀ څوک یې؟ څۀ رنګ لرې؟
    مونږ یو تکه سره جنډه، مونږه نېشنلیان یو ځه!

    شېربهادر افتاب، کراچۍ