Category: رشيد احمد

  • “زۀ او زما زمانه” – رشيد احمد

    “زۀ او زما زمانه” – رشيد احمد

    “زۀ او زما زمانه” د خداے بخښلي عبدالخالق خليق د ژوند ليک عنوان دے او ښۀ معروف دے. ولې ما دا دعنوان تر حده خوښ کړے دے. نور پۀ دې څۀ بحث نۀ کوم او کۀ څوک ئې شوق لري نو ما پۀ خپل کتاب کښې پۀ دې تفصيلي بحث کړے دے. زۀ به د خليق صېب نۀ بلکې د خپلې زمانې خبره کوم ځکه چې خليق صېب هم تلے دے او زمانه ئې هم تېره شوې ده. اوس زمونږ زمانه ده.

    صوفي صېب دې الله پۀ جنتونو سرکړي، يوه ورځ پۀ دفتر کښې ناست ؤ نو راته ئې وئيل څۀ ښۀ زمانه وه لاړه تېره شوه او د خپل وړوکوالي پۀ زمانه پسې ئې ارمان وکړو۔ نو ما ورته ووې چې صوفي صېب خبره دې پۀ ګل بدله خو دا راته ووايه چې ستاسو پۀ زمانه ستاسو پۀ جومات کښې څو صفونه نمونځ ګذار وو او اوس څومره وي۔ وې يره داخبره خو دې ښۀ وکړه پخوا خو زمونږ د کلي پۀ جومات کښې يو صف نۀ پوره کېدلو او اوس درې صفونه وي او کله کله څلور شي۔ نو ما وې زلمي ډېر وي، ماشومان کۀ بوډاګان۔ وې يره ځوانان ډېر وي او ماشومان هم وي۔ ولې پخوا خو به يو څو مشران او بوډا ګان راغونډ وو۔ ولې اوس داسې نۀ ده، خلکو تعليم حاصل کړے دے۔ د دين نه خبر دي. کۀ ټي وي او موبايل راغلو نو سهولتونه ډېر شو او اسانۍ ورسره راغلې۔ خوحالات سم نۀ شو۔ داڅۀ وجه ده؟

    نو بحث پۀ دې روان شو چې بيا څۀ چل وشو خلک خود غرضه شول چې څومره سهولتونه راغلل نو هومره ځان ځاني شوه۔ هرسړے د ډېرو سهولتونو د حاصلولو لپاره پۀ منډه شو۔ نورې معاشرې د تعليم او سائينس د ترقۍ سره مخکښې لاړې او ښۀ اقدار ئې خپل کړل۔ ولې مونږ سره اپوټه کار وشو۔ زمونږ ليډران لاړل خود غرضه شول.

    صوفي راته پۀ هشنغر کښې د خپل کلي يوه قيصه وکړه چې دانګرېزانو پۀ زمانه زمونږ د کلي د دوه خانانو ترمېنځه دښمني وه او ډېره سخته وه. انګرېزانو به پۀ خلکو ډېرې زياتې ماليې لګولې او چې خبره به د حد نه واوخته نو جائيداد به ئې سرکاري کړو۔ بيا د انګرېزانو سره به مقامي خلک نوکران وو نو هغوي به لا ډېر ظلمونه کول۔ نو وئيل ئې چې پۀ هغه يو خان باندې ډېره ماليه ولګېدله” شپږ شلې روپۍ” چې نن سبا د لکونو قيمت لري۔ وې خان ته نوټس مېلاو شو چې کۀ دا رقم دې خزانه کښې جمع نۀ کړو نو جائيداد به دې سرکاري شي۔ وې خان ډېر وګرځېدلو چې د روپو بندوبست وکړي ولې څۀ انتظام ونۀ شو۔ نو يوماښام ئې څادر پۀ سر کړو او د هغه خپل دښمن حجرې ته ورغلو۔ وې هغه بل خان پۀ خپله حجره کښې ناست ؤ، د قران شريف تلاوت ئې کولو۔ چې دا خان راغلو او د کټ پښو ته کښېناستلو۔ د حجري خاوند خان او د دۀ دښمن د سترګو پۀ ګټ کښې دۀ ته وکتل وې څنګه راغلې۔ نو وې خان ورته ووې چې شرمېږم او تباه کېږم۔ انګرېز راباندې ماليه لګولې ده او ټول جائيداد مې سرکاري کوي۔ نو هغۀ ترې تپوس وکړو چې څومره روپۍ دي۔ نو دۀ ورته ووې چې “شپږ شلې” نو وې هغه پاڅېدو لاړو چې بېرته راغے نو روپۍ ئې ورکړې. وې پوره شپږ شلې دي۔ چې کله دا خان بېرته روان شو نو غږ ئې ورته وکړو چې فلاني هغه بله خبره به پۀ خپل ځاے ده. وې خان لاړ ماليه ئې جمع کړه او د پښتو خبره وه چې دښمني پۀ خپل ځاے وه. زما دسوال پۀ جواب کښې ئې ووې چې ډېره موده پس بيا جوړه شوه۔

    ما وې واقعي چې اوس داسې هغه درانۀ پښتانۀ چرته دي۔ اوس خو يو بل شرموي۔

    نو خبره شروع شوه چې اوس داسې مشران چرته دي۔ صوفي صېب وې د خوشحال بابا خبره چې:

    “د دستار سړي پۀ شمار دي”

    نو ما ترې نه تپوس وکړو چې پۀ دې خو مې لږ پوهه کړه کنه۔ نو وې ئې ولي تۀ ويني نه څۀ چې هر سړے راشي ووټونه غواړي او وائي چې “نۀ ټيټېږي،نۀ خرڅېږي او نۀ وېرېږي”.

    نو وې ولې دا ټول دومره نران او باتوران دي؟۔ چې اول ئې پۀ کندو کښې سپږه نه سپورېږي او بيا چې کله دوي کامياب شي نو تۀ ګورې نه چې پۀ غټو ګاډو کښې ګرځي او پۀ يو ساعت کښې د علاقې پۀ شتمنو کښې حساب شي۔ نيکۀ به ئې د لوږې مړ وي او دوي بيا د لويو لويو خانانو سره خپلې شجرې جنګوي۔ نو ما وې دا خلک خو هم ډېر هوښيار دي نو د ښۀ سړي انتخاب به څنګه کوي. نو وې کوم خلک چې خانداني سياستدانان دي هغوي ته وګوره هغوي پۀ دې مېدان کښې اوسېدل غواړي، نظريه لري يو فکر لري۔ قام ته تعليم ورکوي او د مسئلو مستقل حل غواړي۔ او دا نن چې لکه د خرېرړو راټوکيدلي دي دوي خاندان او د قام مستقبل نۀ ټسوي بس خپل جېب او بېنک بېلنس سره ئې کار وي۔ او چې دغه پوره وي نو بيا ئې څۀ کوي۔ دوي خو نۀ پۀ خبرو پوهېږي، نۀ د محفل د ادابو نه خبر وي، او نۀ مېلمه مېلمستيا پېژني۔ پۀ هاسټل کښي ټول عمر پۀ قرضونو او نسيا ډوډۍ ګانې وخوري، د هاسټل روپۍ ورپسې جمع شي او بيا ئې پۀ سياسي سفارشونو معاف کړي چې کله دغه خلک چې پۀ کوڅو کښې د چغو چغارو عادت او ټوپونو روان وي نو بيا هر چرته کۀ حجره وي او کۀ بازار يا اسمبلي وي او کۀ جومات دغه چغې او ټوپونه وهي، چې خبره کوي نو څۀ شاليد ئې نۀ وي او نۀ ئې پۀ مستقبل نظر وي۔

    ما وې يره صوفي صېب خبره مو ډېره د مطلب وکړه او تۀ خو ډېر پوهه يې نو پۀ خپله ولې دې مېدان ته نۀ دانګې۔ وې ځه مړه؛ زۀ غريب سړے يم پۀ لږه تنخوا ګزاره کوم او ژوند مې ښۀ تېرېږي. تۀ اوس ما غرقوې۔ دلته دې پۀ دې يو دفتر کښې د ځان سره ناست خوښ نۀ يم څۀ۔ ما وې نه دا مطلب مې نۀ دے۔

    هسې صوفي صېب د هشنغر د سيمې د يو پخواني کلي د ديندارې کورنۍ سره تعلق لرلو. نيکۀ ئې پۀ ولي مشهور ؤ او پلار ئې هم نېک انسان ؤ. قران ئې حفظ کړے ؤ او راغلے پۀ رېډيو کښې نوکر شوے ؤ۔ ما او هغه ډېره موده پۀ يو دفتر کښې کښېناستلو او ښۀ وخت مو تېرولو۔ صوفي صېب ډېر تجربه کار پروډيوسر ؤ. او ديني علم ئې هم کړے ؤ۔ ډېرې د کار خبرې به ئې کولې۔ پۀ ونه ډېر دنګ نۀ ؤ ، وړه وړه ږېره ئې وه. د مونځ اودس او روژې به ئې ډېر خيال ساتلو۔ ډېري د مطلب ډکې خبري به ئې کولې۔ د صوفي صېب ډېرې خاطرې دي او ډېرې دلچسپې دي۔ يو ورځ ئې زمونږ د يو بل ملګري سره پۀ څۀ خبره خبره ترخه شوه نو هغۀ ورته ووې صوفي زۀ خو داسې صفا يم لکه ماشوم چې پېدا شي۔ نو صوفي صېب ورته سمدستي ووي ځکه ئې پۀ سخا او زړو چيرړو پاکولې۔

    الله دې پۀ ګور نور کړي يوه قيصه ئې راته کوله وئيل ئې چې پخوا پۀ دې ښار کښې پۀ يوه سېنيما د انګرېزي فلم ولګېدلو نو وې ئې يوه سيکهـ به هره ورځ هغه فلم کتلو او يوه شو به ئې نۀ قضا کوله۔ نو وې يوه مياشت پس ترې چا تپوس وکړو چې سردار جي دا فلم ولې بار بار ګورې لکه چې څوک دې پۀ کښې خوښ شوي دي۔ نو وې ئې پۀ دې فلم کښې يو سين داسې ؤ چې يو هلک او جينۍ سيند ته لامبلو له لاړ شي۔ دوي چې کله جامې بدلوي او ورو ورو ئې وباسي نو يو بس راشي تېر شي او چې بس تېر شي نو دا هلک او جينۍ د سيند پۀ اوبو کښې دننه وي۔ نو سردار ووې چي زۀ ئې هره ورځ ځکه ګورم چې کله خو به دا بس لېټ شي کنه۔۔۔ نو هغۀ وې چې بس مونږ هم ټول عمر د بس لېټ کېدلو پۀ انتظار کښې ليډر ته ګورو خو نۀ بس لېټ شو او نۀ ليډر سم شو.

  • غني خان او ماحوليات

    غني خان او ماحوليات

    کله چې بابا ادم او حوا ابۍ له جنت نه بهر کړے شول نو د دوي د قدرتي ماحول سره واسطه راغله، دتن ،بدن سره سره د هوا، سيلۍ او زول طوفان نه د ځان بچ کولو لپاره دوي ته د پنا ضرورت ؤ او دا ورته د ونو بوټو،د پاڼو څانګو له برکته ترلاسه شول او داسې د انسان د خپل ماحول يعنې چاپېرچل سره تعلق او رشته يا تړون پېدا شو. او دغه تړون لۀ هغه وخته تر نن جاري دے. مونږ دغه اونې بوټي د خپل هر ضرورت لپاره پکار راولو۔ کټ کرسۍ، ورونه، کړکۍ ،امسا او اور بلولو نه علاوه د خوراک لپاره مونږ اونو بوټو ته محتاج يو.

    د انساني ابادۍ د زياتون سره پۀ ماحول ډېر اثر پرېوتلو۔ پخوا چې لوے لوے مشينان نۀ وو او هرکار به پۀ لاسونو سره ترسره کولے شو نو ماحول محفوظ ؤ ځکه چې د ژوند ټول دارومدار پۀ ماحول ؤ۔ ولې کله چې نوي نوي مشينان ايجاد شول او کار د مېنول نه مشيني شو نو د ماحول تباهي هم شورو شوه۔ لکه د تېلو د ډېر زيات استعمال سره پۀ فضا کښې کاربن جمع شو کوم چې د ګرين هاوس د اغېز سوب شو۔ داسې د ځنګلو د بې انتها کټ کولو پۀ نتيجه کښې پۀ ماحول کښې د بدلون سوب شول۔ د ابادۍ سره د ودانو لپاره غرونه، ځنګلونه او نورې مځکې هوارې شوي او دغه عمل ډېر پۀ تېزۍ سره روان دے۔ سائينس پوهانو پۀ دې حقله ډېر خبرداري ورکړي دي او پۀ دې لړ کښې ګامونه هم اخيستلے شي چې د انساني مصروفياتو لۀ کبله پۀ ماحول اغېزې کمې کړې شي۔ پۀ دې لړ کښې دعلم خاوندانو وخت پۀ وخت د اولس توجه دې اړخ ته د راګرځولو د پاره هڅې کړې دي۔

    کله چې ډي ډي ټي او نورو کېميائي موادو د ژوو او زنده سرو د خاتمې لپاره استعمال عام شو نو پۀ امريکه کښې د دې پۀ نتيجه کښې مرغۍ ختمې شوې۔ يوې سائينسدانې محترمه ريشل کارسن ته يوې ملګرې خط وليکلو چې کۀ د ډي ډي ټي او نورو کېميائي موادو سپرے کول داسې جاري وو نو يو وخت به راشي چې هېڅ يوه مرغۍ به نۀ وي۔ د دې خط نه اثر اخيستلو سره ريشل کارسن چې د مېرين بيالوجي او بيالوجي ماهره وه تحقيق وکړو او يو کتاب ئي وليکلو “خاموشه پسرلے”، هغې پۀ دې کتاب کښي وليکل چې کۀ د کېميائي موادو استعمال دا رنګ جاري ؤ نو يو وخت به راشي چې پسرلے به وي خو يوه مرغۍ به هم نۀ وي چې سندره ووائي۔ او دا به خاموشه پسرلي وي۔ هغې د دې کېميائي موادو د بندولو لپاره حکومت ته خواست وکړو۔ دې محترمې ته د امريکې لوے لوے انعامونه ورکړے شول او پۀ ټؤله نړۍ کښې وستائيلې شوه او پۀ ډي ډي ټي او نورو کېميائي موادو پۀ استعمال پابندي ولګېدله۔

    کله چې ريشل کارسن دغه کتاب ليکلو نو پۀ هغه زمانه غني خان چينجي نظم هم ليکلے ؤ، د دې نظم نه علاوه هغوي د ماحول پۀ مناسبت سره ډېر نظمونه ليکلي دي۔ ولې لۀ بده مرغه دغه هر څۀ پۀ تيارو کښې پټ دي او پښتانۀ د هغوي دغه نظمونه تش د ټوقو ټقالو او خنداګانو لپاره لولي۔ غني خان پۀ ځناورو او مرغو هم ليکل کړي دي، د هغې ښۀ او بد صفتونه ئې بيان کړي دي۔ کوم چې د دې خبرې عکاسي کوي چې هغوي پۀ ماحول ژور نظر لرلو۔ او د دې ټولو نه ئې اولس خبرولو او د دې اهميت ئې ور پۀ ډاګه کولو۔ د دې نه علاوه ئې د سبزو پۀ اهميت هم رڼا اچولې ده۔

    دا نظمونه د تفريح طبع لپاره دي خو د دې اهميت د دې نه ډېر اوچت دے او هغوي د هغې مقام پۀ کاينات کښې واضح کړے دے۔

    غني خان يورپي ملکونه هم ليدلي وو او د خپل وطن حال ورته هم ښۀ معلوم ؤ۔ ليکوال او شاعر د قام نباض وي۔ او غني خان ته د خپل قام نفسيات معلوم وو نو هم له دغه کبله هغوي د نظم او بيا پۀ نظم کښې د مزاح انداز بيان خوښ کړے ؤ۔ او پۀ خپلو نظمونو کښې ئې پۀ مزاحيه انداز کښې خپل مقصد او مدعا بيان کړي دي۔

    پۀ “چينجي” نظم کښې هغوي د چينجو او کېميائي موادو پۀ نقصانونو باندې خبرې کړې دي خو انداز ئي بدل دے او پۀ مزاح او ټوقو کښې ئې مدعا بيان کړې ده۔ غني خان پۀ دې نظم کښې ډېره زبردسته منظر کشي کړې ده، د اونو بوټو اهميت ئي د هغې د حسن او ښائست پۀ بيان کښې ښکاره کړے دے، لکه چې وائي (دغني کليات ،کابل چاپ مخ ۳۹۹)

    بل کال ئې نقشې جوړې د جنت د نظارو کړې

    هر خواته بس ګلونه او ګلونه او ګلونه

    سپرلے نۀ ؤ جنت ؤ يار وعدې د وفا کولې

    هر ګل يوه وعده هره غټۍ دعا سلام

    باغچه د بوټو نۀ وه، مناره وه د اميد

    هر ښاخ د مېوې ډک د يار د مينې ؤ پېغام

    چينه وه کۀ چره وه، بابا سيند ؤ، که لښتے ؤ

    هر څاڅکي د اوبو کښې راز د حسن ؤ دوام

    بيا چې کله پۀ دې باغ چينجي ولګي نو د دارو او بابو غم ئې ژړلے دے او پۀ ډېر ښکلي انداز کښې د دوايانو او سپرے ګانو جاج اخيستلے دے۔ کۀ چرې مونږ د نن سبا سائينس او د ماحولياتو مطالعه وکړو نو هر چاته معلومه ده چې اوس سائيدانان د دوايانو سپرے کولو مخالفت کوي او دا تجويز کوي چې پۀ پټو کښې د سپرے پۀ ځاے فطرتي طريقې استعمال کړئ۔ د دې لپاره نورې لومې راپېدا کړې۔ زۀ دوه کاله اګاهو د کشمير مچهيارا کلي ته لاړم، پروګرام مو کولو۔ نو هلته راته د زراعت او ځنګلاتو يو ماهر ووئيل چې دلته يوه مرغۍ موندلې شي او يو وخت دا ډېرې زياتې وي۔ د کلي د خلکو خيال ؤ چې دا فصل دوي زمونږ نه ختموي۔ فصل ښۀ ډېر کېدلو خو خلکو د دې مرغو پۀ ختمولو لاس پورې کړو۔ دوه کاله پس مرغۍ ډېرې کمې شوي۔ خو ورسره فصل هم کم شو۔ نو بيا تحقيق شورو شو چې دا ولې۔ نو پته ولګ\يدله چې پۀ دې مځکه او فصل کښې يو چينجے پېداکېږي او چې فصل پخېږي نو دا ښۀ زيات شي او ورسره دغه مرغۍ هم راشي او دغه چينجے خوري۔ يعنې د دې مرغو خوراک دغه چينجے دے او چې مرغۍ ختمې شوې نو د چينجي مزې شوې۔ بيا د کلي خلکو دغه مرغۍ پۀ نورو سيمو کښې اخيستل او نيول شورو کړل، راوړلې به ئي او دلته به ئې پرېښولې ولې نقصان ډېر وشو۔ مطلب دا دے چې الله تعالیٰ هر څۀ د يو خاص مقصد لپاره پېدا کړي وي ولې انسان پۀ کښې لاس وهنه کوي او توازن خراب کړي۔ کوم چې پۀ ماحول اثر اچوي۔

    غني خان پۀ مېږي نظم کښې پۀ يو شعر کښې د مېږي د ټولې خوارۍ خبره پۀ ډاګه کړې ده لکه چې وائي (د کابل چاپ کليات مخ ۵۲۹)

    د کل جهان صفائي ستا پۀ ټېکه ده

    ستا نوکري پۀ چين ما چين پۀ امريکه ده

    اوړے او ژمے هاړ پشکال

    ستا دغه لار وي او دغه خيال

    د قدرت قانون دے چې پۀ پسرلي کښې اونې شنې شي، بوټي ګلونه شي نو د هرقسمه زنده سري راشي اوپۀ اونو بوټو کښې دېره شي، جاخ جيخاړ جوړ کړي۔ جولا راشي او جاله اوودي۔ د اونو بوټو پاڼې خړې پړې شي، دوړې خاورې او چينجي او نور زنده سري پۀ کښې ونخښلي۔ کله چې موسم اوړي نو مېږي راشي او د دې پاڼو نه مړۀ زندسري، ژوي او نور خوراک راغونډوي او خپلو سوړو ته ئې وړي او داسې اونې بوټي بالکل داسې صفا ستره شي لکه چې جارو پرې څوک ووهي او وئې وينځي۔ دغه رنګ مېږي دا صفائي کوي۔

    کارغان او ټپوسان پۀ هغه مځکه ډېر وي چې چرته مردارې ډېرې وي۔ انسان خو دغه مردارې واخلي او پټو يا ډېران ته ئې واچوي۔ دغه ټپوسان او کارغان راشي مرداره وخوري۔ مطلب دا چې دغه ځناور خپله ډيوټي کوي۔ الله چې ورته څۀ حکم کړے دے هم هغه پوره کوي۔ ولې انسان پۀ کښې د خپلې خوښې لپاره ګوتې ووهي۔ اونې پرېکړي، غرونه هوار کړي او ځنګلې پرېکړي۔ دغه رنګ دغه ځناور ټول لاړ شي او توازن خراب شي۔

    غني خان يو ډېر پوهه، زيرک د ماحولياتو ماهر ؤ۔ هغوي د ښائست او حسن شېدا وو ۔ هغوي پۀ هر څۀ کښې حسن لټولو او د فطرتي حسن استازے ؤ، ټول اولس ته ئې ماحول سره د دوستۍ درس ورکړے دے۔

    خو پۀ پښتنو کښې پېدا ؤ او د پښتنو مزاج بدل دے۔ د يورپ وګړو چې د خپلو پوهانو کتابونه ولوستل نو هغوي ئې اسمان ته وخېژول، دهغوي پۀ نامه ئې لايبرېرۍ، سړکونه، ودانۍ او د هغوي مجسمې ئي جوړې کړې او پۀ نړۍ کښې ئې ياد کړل۔ او نن پۀ ټوله دنيا راج کوي۔ ولې پښتانۀ هغه شان د تباهۍ سره مخ دي او يو افت ترې نه ځي او بل راځي۔

    نن زمونږ غرونو سيندونو اوسيمو ته د مارغانو سېلونه نۀ راځي، دلته زاڼې سندرې نۀ وائي ځکه چې د هرې اونې او بوټي لاندې ټوپک پۀ لاس ښکاري ناست وي۔

    خپله خبره دغني د يو نظم نه پۀ دې انتخاب ختموم (کليات مخ ۵۲۵ کمتر)

    نۀ دې جنګ نۀ دې غم شته سوچه مينه بې نفرته

    نۀ دې چل نۀ دې دوکه شته ياري پاکه بې علته

    الوتۀ دې هم د سېل دي د مستۍ د بازيګرو

    کۀ بوډا شې هم پېښې کړې د وړوکو توتکرو

    غونډې سترګې دې معصومې د رڼا اتباره ډکې

    پېمانې د سرو شرابو د خندا د ياره ډکې

    کاش چې زۀ هم ستا پۀ شان

    اے کمتره مستانه وے

    چې نۀ غم وے نۀ ارمان وے

    بس خندا او يارانه وے

  • کېمياګر – رشيد احمد

    کېمياګر – رشيد احمد

    ناول:- الکېمسټ

    ليکوال:- پاولو کويليو

    دچاپ کال :- ۱۹۸۸(د انګرېزي ترجمې د چاپ کال ۱۹۹۳)

    د چاپ کال:- ۲۰۲۰

    کېمياګر د پاولو کويليو د ناول “دي الکېمسټ” پښتو ترجمه ده چې د انګرېزي ترجمې نه ئې کړې ده۔ دا ناول د برازيل پۀ ريوډي جنېرو ښار کښې د زېږېدلي پاولوکويليو ليکلے دے۔ چې هغوي پۀ کال ۱۹۸۸ کښې پۀ پرچګېزي ژبه کښې خور کړے ؤ او بيا ئې دوېم ايډيشن چاپ کړو چې پۀ برازيل کښې خور شو او ډېر زيات مشهور شو۔ تر اوسه پورې د دې ناول ډېر ايډيشنونه خوارۀ شوي دي او د دې نه بل کوم کتاب پۀ دومره زيات شمار کښې نۀ دے خور شوے۔ اېلن- ار-کلارک د دې انګرېزي ترجمه پۀ کال ۱۹۹۲ کښې خوره کړه۔ او د نړۍ پۀ اکثرو ژبو کښې د دې ناول ترجمه شوې ده۔ دا ناول د خوبونو، ارمانونو، جادوګرۍ، جنګونو او رېګستانونو قيصې دي۔

    غني خان خټک هم د دغه انګرېزي ترجمې نه پښتو ترجمه کړې ده چې هغوي پۀ خپله وائي چې لفظي ترجمه ده۔ پۀ پښتو کښې نړي وال ادب ډېر کم دے بلکې پۀ مالګه کښې د اوړو برابر هم نه دے۔ د دې پۀ مقا بله کښې اردو ډېره غني شوې ده او د نړۍ د نوروعلمونو سره سره ورته ډېر ناولونه را ترجمه شوي دي۔ پښتانۀ ليکوال اوس دې اړخ ته متوجه شوي دي او ډېرې ترجمي کوي ولې لا ډېر کار پاتې دے۔ د نړۍ پۀ ټولو ژبو کښې ترجمې روانې دي، د پر مخ تللي ملکونو دا يوه خاصه ده چې ادب ئې ډېر غني وي او هغه کوشش کوي چې د خپلې ژبې ادب نورو نړيوالو ژبو ته ترجمه کړي ځکه چې داستاني ادب د خپل ثقافت او نظرئې خورولو لپاره د ټولو نه غوره وسيله ده۔ پۀ اسلامي تاريخ کښې کله چې پۀ سپېن د مسلمانانو حکومت ؤ نو ډېر علمي کارونه شوي وو او د نړۍ ټول کتابونه ترجمه کېدل، سرکاري ادارې ورله جوړې وې۔ او نن د هغه کتابونو او علمي خزانو نه د ترجمو پۀ ډول مونږ خبرېږو۔ لکه پۀ “کېمياګر” کښي هم د سپېن ښېرازي مونږ وينو۔ ولې پښتو سرکاري ژبه نۀ ده او پۀ دې وجه ئي خپل ويونکي هم مېره مور ګڼي۔ هر سړے دې غني خټک شي چې د خپلې ژبې پنګه درنه کړي۔ پېرنګي پۀ خپل دور حکومت کښي د پښتو ژبې د مخنيوي د پاره هر ګام پورته کولو او د هغې لپاره به ئي منصوبه بندي کوله۔ الله دې وکړي چې پښتانۀ زلمي پۀ خپله دې اړخ ته توجه ورکړي۔ د دې ناولونو د ترجمو سره د نورو اولسونو ثقافتونو، ژبو او د هغوي د ژوند ژواک او ودې نه لوستونکي خبر شي۔

    د ترجمو اهميت

    داستاني ادب او پۀ خصوصي ډول ناول د پراپېګنډې او تبليغ يوه غوره وسيله ده ۔ پښتو ته وړومبے ناول د انګرېزي ژبې نه پۀ بنو کښې مشنري عيسايانو ترجمه کړے ؤ۔ دغه ناول د جان بنين “پېلګرېم پراګرېس” ؤ۔ چې د “سېرالسالکين” پۀ نامه قاضي عبدالرحمان کړے ؤ څوک چې پۀ خټه احمدزے ؤ او د قندهار نه پۀ څۀ خاص وجه دلته راکوچېدلے ؤ۔ قاضي عبدالرحمان د منشي احمد جان پلار ؤ د چا پۀ حقله چې دا مغالطه ده چې د تنګي ؤ۔ هغه د تنګي نه بلکې د قندهار نه ئې پلار پۀ کډه بنو ته راغلے ؤ او څه موده دلته اوسېدلے ؤ۔ دغه سېرالسالکين د عيسايت د تبليغ د پاره ترجمه شوے ؤ. پۀ کال ۱۸۷۷ کښې، او هم دغه د پښتو ژبې وړومبے ترجمه شوے ناول دے. د دې نه پس د اردو ژبې دوه ناولونه چې هغه هم د انګرېزي ناولونو چربه ګڼلے شي پښتو شول، يو پۀ کال ۱۹۰۵ کښې چاپ شو او بل پۀ کال ۱۹۵۷ کښې چاپ شوے ؤ۔ او دغه شان دا سلسله روانه ده۔ روس، چين او يورپ د ترجمو د پاره ادارې لري چې دا کتابونه ترجمه کوي اوخوروي ئې۔

    د دې ناول لنډه قيصه

    قيصه څۀ داسې ده چې سنتياګو (د ناول هيرو) يو شپونکے دے، د هسپانيې اوسېدونکے دے، د اندلس سره خوا ته پۀ ورشوګانو او مېدانونو کښې خپلې ګډې څروي۔ يوه ورځ خپلې ګډې راغونډې کړي، يو ځاے ته چرته چې يوه زړه کليسا ده، ديوالونه ئې نړيدلي او يوه دنګه د شوې اونه پکښې ولاړه ده۔ دے يوې ډډې ته کښېني او پۀ فکر کښې شي۔ دے د ګډو سره ډېر اشنا شوے وي، د هغوي پۀ ژبه او نفسياتو پوهېږي۔ ګډې پېژني۔ دۀ ته ياد شي چې ولې شپونکے شو او داکسب ئې ولې ځانله غوره کړو۔ د دۀ پلار د دۀ نه پادري جوړول غوښتل خو د ماشوموالي نه دۀ غوښتل چې د دنيا پۀ سېل ووځي او وطنونه، ښارونه، بازارونه او خلک وويني۔ پۀ سکول کښې دۀ لاطيني اوهسپانوي ژبې زده کړې دي۔ يوه ورځ پلار ته ووائي چې زۀ د دنيا سېل کول غواړم۔ پلار ئې وائي چې ماخو غوښتل چې تۀ به پادري شې او زمونږ سره به خپله زمينداره سمبال کړې۔ دلته ډېر خلک سېلګرۍ له راځي او ځي۔ خو چې ستا خوښه ده نو ښۀ ده لاړ شه ۔ خو څنګه به ځې۔ نو سانتياګو وائي چې زۀ به شپون شم ګډې به واخلم څروم به ئې او پۀ مخه به ګرځم سېل به کوم۔ پلار ئې ورله څه نغدې پېسې ورکړي، سانتياګو پرې ګډې واخستلې او څرول ئې شورو کړل۔ کال پس به ئې ګډې ښار پله بوتلې او وړۍ به ئې ترېنه خرڅوله، داسې پېسې پۀ لاس ورتلې او ګډې هم زياتېدلې۔

    سانتياګو به کال پۀ کال راتلو او د خپلو ګډو وړۍ به ئې خرڅولې، ګډې به ئې بوتلې او هلته به ئې ترېنه پۀ مشين وړۍ وخرئيلې۔ دۀ چې د وړو د سوداګر لور کله نه ليدلې وه نو زړۀ ئې پرې بائيللے ؤ۔ او د هغې سره به ئې خبرې اوږدولي۔ هغې د دۀ سره کتابونه ليدلي وو او وئيل ئې چې دا شپون تعليم يافته دے، د دۀ نه ئې تپوسونه کړي وو او دۀ ورته حال وئيلے ؤ چې د سېل لپاره شپونکيتوب کووم او ما علم حاصل کړے دے.هسپانوي او لاطيني ژبې ئې ښې زده دي۔

    سانتياګو چې ماښام پۀ کليسا کښې اوده شو نو د شپې ئې يو خوب وليدلو چې اګاهو هم دۀ داسې خوبونه ليدلي وو۔ او پۀ خوب کښې ورته د يوې خزانې نخښې نخښانې پۀ ګوته کولې شي۔ سحر چې ويښ شو نو د خزانې پۀ حقله ئې فکر شورو کړو چې دا خوب دۀ ليدلو او د خزانې زېرے پرې کېدلو او دا څوېم وار دے چې دا خوب ويني۔ پۀ کومه ورانه کليسا کښې چې دے اودۀ شوے ؤ نو دې ته به د لرې لرې خلک د سېل لپاره راتلل او ډېر به د خزانې پۀ لټون کښې هم راتلل۔

    خېر دۀ ګډې روانې کړې او د اندلس ښار طرفته روان شو چې د ګډو نه وړۍ وخرئي او خرڅې ئې کړي. دۀ به دغه روپۍ جمع کولې چې د خزانې پۀ لټون کښې اهرام مصر ته لاړشي او خزانه راوباسي۔ پۀ ښار کښي د وړو اخستلو واله پۀ لور مئين شوے ؤ او هغې ته ئې خپل حال وئيلے ؤ۔ اوس دا ځل هلته اول يوې جادوګرې پسې ورغلو چې د خپل خوب شګون ترې واخلي او ورته ووائي چې خزانه شته او کۀ نه او دے به کامياب شي کۀ نه۔ هغې ترې نه د خزانې د لسمې برخې ورکولو تقاضا وکړه او دۀ ورسره ومنله. بيا چې کله د وړو خرئيلو او خرڅولو لپاره د سوداګر پۀ ځاے کښې انتظار کولو نو هلته ورته يو سړے ملاو شو چې د دۀ د حال نه خبر ؤ او ګډو کښې ئې د لسمې برخې غوښتنه وکړه او دۀ قبوله کړه. د خپلو ګډو لسمه برخه ئې ورکړه، پۀ بدل کښې ورته هغۀ ووې چې زۀ به هر وخت ستا مدد کوم او ستا خواوشاه به موجود يم۔ دوه کاڼي يو تور او بل سپين ورته د شګون لپاره ورکړل چې کله پرېشانه يې نو پۀ دې فال يا شګون وباسه۔ سپين “هان” يا “ښۀ” او تور “نه” يا “بد” ښائي او پۀ مخه لاړ۔ دۀ سره روپۍ اوس پوره شوې وې۔ خپلې ګډې ئې خرڅې کړې او روان شو. پۀ دې تکل کښې چې څوک ئې مرسته وکړي او لار ورته هم سمه کړي۔ پۀ اندلس کښې رنګ رنګ خلک وو او دۀ ترېنه عربي زده کړه. د ګډو سره پۀ ورشو ګانو کښې دۀ د ګډو نفسيات ښۀ پېژندلي وو او د نړۍ ژبه ئې زده کول غوښتل. پۀ اندلس کښې د عربو سره پۀ ليدلو کتلو اورېدلو ئې عربي زده کره۔ هلته يو ټهګ ولوټلو او ټولې روپۍ ئې ترېنه وتښتولې۔ دے اول پرېشان شو او د بېرته تلو اراده ئې پرېښودله ولې چې سوچ او فکر به ئې وکړو نو بيا به د خزانې د لټولو پۀ فکر کښې شو او کار روزګار ئې شورو کړل۔ د دۀ د ښۀ طبيعت او د هر چاسره پۀ ښۀ نيت کار پۀ وجه کار ملاو شو او هلته د خپلې ايماندارۍ او ښو اخلاقو له کبله دۀ سره نورې روپۍ جمع شوې۔ دۀ د يو ښيښو واله دوکاندار سره کار کولو چې د هغۀ د دۀ کار خوښ شو۔ چې کله ئي روپۍ جمع کړې نو روان شو او د يو کاروان سره ملګرے شو۔ پۀ دغه کاروان يا قافله کښې يو انګرېز هم شامل ؤ چې کېميا ګر ؤ۔ بلها ډېر کتابونه ورسره وو۔ سانتياګو ورسره خپله پېژندګلو وکړه خو کېمياګر پۀ مطالعه کښې بوخت ؤ او دۀ ته ئې ډېره توجه نۀ ورکوله ولې ورو ورو د دۀ سره معرفي شو او دواړه ملګري شول۔ کېميا ګر پۀ يو کېميا ګر پسې يو نخلستان ته روان ؤ چرته چې يو بل کېميا ګر اوسېدلو او هغۀ د نورو اوسپنو نه سرۀ زر جوړولے شو.

    کله چې قافله روانه شي نو سانتياګو د کېميا ګر سره ورو ورو تعلق جوړ کړي او د هغۀ نه کېميا ګري زده کول شورو کړي. د هغوي کتابونه لولي او خپل کتابونه ورله خوند نۀ ورکوي۔ کوشش کوي چې د صحرا ژبه زده کړي۔ د مرغو، شګو، سيلۍ، او ګرمۍ خپله ژبه وي او زمونږ هيرو دغه ژبه زده کول غواړي۔ د قافلې د خلکو سره خبرو کښې د دۀ عربي نوره ښۀ شي۔

    پۀ لاره دوي ته خبر راشي چې پۀ صحرا کښې د بېلا بېلو قبيلو خپلو کښې جنګونه روان دي۔ نو تاسو به احتياط کوئ۔ داسې څو ځله دوي د قبيلو د جنګيالو سره مخ شي چې تورې جامې ئې اغوستي وي او صرف سترګې ئې ښکاري نور پټ وي۔ پۀ صحرا کښې راښکاره شي او بيا ورک شي۔ دغه رنګ د شګو ډېري جوږېږي چې پۀ صحرا کښې ګرځي۔ کله چې سيلۍ تېزه شي نو شګه د ځان سره د يو ځاے نه بل ته الوځوي او دا رنګه دوي د دې نه شګونونه اخلي او اندازه لګوي چې څۀ پېښېدونکي دي۔ اوس د سانتياګو او کېمياګر خپلو کښې هم ښۀ دوستانه وي۔ هغه کيميا ګرته وائي چې د کېميا دا ژبه او نقشې عجيبه دي۔ د هغۀ سره د زمردو پۀ کاڼو قديمي ليکونه وي وائي چې پۀ دې هر څۀ ليکلي شوي دي۔ د سانتياګو د مسلمانانو سره هم تعلق جوړ شي۔ کله چې د اندلس پۀ ښار کښي ؤ نو هلته به ئې اذانونه اورېدل، پنځۀ وخته او ليدل به ئې چې دوي پۀ عجيبه طريقه ښکته پورته کېږي۔ بل کله چې ئې د ښيښو واله سره پۀ دوکان کښې کار کولو يعنې مزدوري کوله نو د هغۀ سره ئې تعلق جوړ شو۔ هغۀ ورته وئيلي وو چې زما يو ارمان دے پۀ ژوند کښې چې دومره مال پېدا کړم چې لاړ شم او حج وکړم۔ دغه رنګ پۀ دې قافله کښي ورسره څۀ خلک عمرې لپاره هم روان وو۔

    کله چې دا قافله څۀ موده پس نخلستان ته ورسېدله نو هلته د نخلستان مشرانو سره د قافلې مشر جرګه وکړه، د هغې نه وروستو دغه مشرانو د قافلې خلکو ته ووئيل چې مونږ به ټوله وسله د دوي سره جمع کوو او دلته به هله پاتې کېدلے شو۔ او د جنګ ختمېدلو انتظار به کوو۔ د قافلې د مشر سره د سانتياګو ډېر ملاقاتونه شوي وو او دوي به اکثر د سفر،صحرا او د خلکو پۀ حقله خبرې کولې۔ دۀ ته پته لګېدلې وه چې د صحرا خلک نر، بهادر او زړور زلمے خوښوي او وېرېدونکے ئې بدې شي۔ سانتياګو ډېر هوښيار او زيرک ؤ۔ د نخلستان د خلکو خوښ ؤ، دلته چي کله دوي ته د اوسېدلو اجازت ترلاسه شو نو دۀ ته د نورو زلمو سره يو ځاے تمبو يا خېمه ملاو شوه، هغه زلمو د دۀ نه ډېر څۀ د نورو ملکونو او خلکو پۀ حقله اورېدل غوښتل او دۀ ته خوشحاله وو۔ دغلته يو ورځ کېميا ګر دے د ځان سره روان کړو چې هغه مشهور کېمياګر وګوري او ملاقات ورسره وکړي۔ دوي يو ځاے ته ورغلل چرته چې زنانؤ اوبۀ راډکولې۔ دۀ د يوې زنانه نه چې تورې جامې او تور څپوڼے يا (سرتړونے) ئې پۀ سر ؤ، هغه د ځان سره وګورېدله او لاړه۔ يوې بلې ښځې ورته ووئيل بايد تاسو د هغه زنانه سره چې تورې جامې او پۀ سر ئي تورسرتړونے وي خبرې و نۀ کړئ ځکه چې د اوادۀ شوې وي او دلته د پردي سړي د داسې ښځې سره خبرې کول بد ګڼلے شي۔ دوي ټوله ورځ انتظار وکړو خو د کېمياګر پته ونۀ لګېدله۔ پۀ سبا له بيا دوي ورغلل او ټوله ورځ ئې پۀ انتظار تېره کړه۔ ماښام يوه جينۍ راغله چې ډېرې ښائسته تورې غټې غټې سترګې ئې وې۔ دے هغې ته ورنزدې شو خبره ئې وکړه۔ هغې ورته ووئيل چې دغه طرفته لاړ شئ او تپوس وکړئ ملاو به شي درته۔ د سانتياګو دغه جينۍ خوښه شوه او هلته ورسره کښېناستلو او اوږدې خبرې ئې شورو کړې۔ خپله قيصه ئې ورته تېره کړه۔ بله ورځ بيا د دغه جينۍ ليدلو ته لېواله وو او لاړ شو د کوهي سره پۀ انتظار کښېناستلو۔ دغه جينۍ راغله او دۀ ورته د خپلې مينې حال ووې او داسې د دوي ترمېنځه مينه شورو شوه۔ هغې ورته ووې چې تۀ لاړ شه خزانه ولټوه، زۀ به هره ورځ ستا انتظار کوم چې کله بېرته راشې نو يو ځاے به شو۔

    سانتياګو د کېميا ګر سره هغه پله لاړ شو۔ يو هلک ته ئې څۀ روپۍ ورکړې او هغه ورته ووئيل چې هغه خو د هيچا سره خبرې نۀ کوي او نۀ چا سره ملاوېږي۔ خو دوي ورغلل او يوځاے ورته انتظار شورو کړو۔ کله چې راغلو نو کېميا ګر ورته خپله مدعا بيان کړه چې د اوسپنې نه سرۀ څنګه جوړ کړم۔ هغه ترې نه اول امتحان واخيستو او بيا ئې ورته ووئيل چې نور اور بل کړه او ګرموه ئې او خپل کار له توجو ورکړه۔ البته سانتياګو ته ئې څۀ اشارې داسې ورکړې چې هغه ترې نه ښۀ شګون واخست او د بيا ملاوېدلو لپاره ئې ورته ووئيل۔ هغۀ ورته وخت او ځاے وښودل۔

    د دې نه اګاهو يوه بله واقعه پېښه شوې وه۔ سانتياګو يو مازيګر د نخلستان پۀ غاړه ناست ؤ او د صحرا پۀ ژبه ئې ځان پوهولو۔ چې پۀ اسمان کښې دوه بازونه راښکاره شول او يو پۀ بل حمله وکړه، ورغوټه شو دواړه لاړل يو طرف ته غايب شول۔ سانتياګو ترې نه شګون واخست چې پۀ نخلستان حمله کېدونکې ده۔ او لاړ د قافلې مشر ته ئې خبره وکړه۔ د قافلې مشر د نخلستان مشر ته حال تېرکړو۔ جرګه راوبللې شوه، کېمياګر او دے ئې هم وبلل۔ پۀ نخلستان کښې دننه چې دۀ دغه تامبو يا کېږدۍ وليدله نو حېران شو ځکه چي دومره قيمتي فانوسونه او قالينونه خوارۀ وو، خلک چاپېره غونډ ناست وو۔ د نخلستان مشر د دۀ نه تپوس وکړو نو دۀ ورته خپل شګون بيان کړو چې ما دغه دوه بازونه ليدلي دي چې يو پۀ بل حمله کوي نو زما شګون دا دے چې پۀ نخلستان حمله کېدونکې ده۔ مشر ورته ووئيل چې ښه مونږ تياري کوو کۀ حمله وشوه نو زۀ به تاله دومره د سرو زرو روپۍ درکړم خو کۀ ونۀ شوه نو ستا سر به پرېکړم۔ دۀ ومنله۔ کېمياګر ورته غصه ؤ چې ولې دې دومره لويه پنګه واخستله۔ د نخلستان مشر خلک را وغوښت او د سانتياګو پېش ګوئي ئې ورته بيان کړه، هغۀ ووئيل چې اوس خطر دے نو تاسو ته ټوله وسله بېرته درکولے شي چې خطره تېره شي بيا به ئې جمع کوو۔ دوي خپل تيارے شورو کړو۔ بله ورځ مازيګر خبر راغلو چې يوې قبيلې د حملې تياري کړې ده او راروانه ده۔ حمله وشوه چې د نخلستان خلکو پۀ شا وتمبوله۔ پۀ دې جنګ کښې ښځې او بوډاګان پۀ تمبوانو (خېمو) کښې ناست وو او ماشومان ټول يواړخ ته جمع کړے شول۔ حمله کوونکي ټول ووژلے شو، يو تن ژوبل ؤ او قېدي شو۔ هغۀ اووې چې مونږ جنګ تنګ کړي يو، خوراکونه اوخوراکي مواد راسره خلاص شوي دي۔ ټول اوږي يو، ماشومان او زنانه راته د څو ورځو اوږي تږي ناست دي نو مونږ دلته حمله صرف د لوټ مار لپاره کړې وه، د مرګ ژوبلې اراده مو نۀ وه۔ د نخلستان مشر ډېر خوشحاله شو او دۀ ته ئې ډيرې د سرو او سپينو زرو روپۍ پۀ انعام کښې ورکړې او دے پۀ ټول نخلستان کښې مشهور شو۔

    يوه ورځ د کېمياګر سره د ملاقات او وخت مقررولو نه پس د اهرامونو پله د سفر پۀ تيارۍ کښې شو او د کېمياګر سره روان شو۔ د کېميا ګر سره ئې د کاينات د عالمي ژبې، کېميا ګرۍ او نورو موضوعاتو بلها خبرې وکړې۔ سانتياګو ته کېميا ګر ووئيل څوک هر څۀ مرام لري او ټول اونې بوټي پۀ دې پوهه دي چې يوه ورځ به ځي او دا ټول روحونه بېرته خپل اصل ته رجوع کوي او اخر به يو مکمل روح جوړ شي۔ دوي روان وو څۀ پېښې ورته هم مخې ته راغلې، د قبائيلي جنګيالانو سره ئې ملاقاتونه وشول او هغوي د دوي امتحانونه واخيستل چې دوي پۀ کښې بريالي شول۔ او يو مقام داسې راغلو چې کېميا ګر دے يوې ګرجې ته بوتلو، د يو پادري سره ملاو شول، هغۀ د ګرجې شاته بوتلل او کېميا ګر د اور بټۍ ګرمه کړه اور ئې بل کړو او پاره او نور دهاتونه ئي پۀ کښې واچول، اخر کښې ئې سرۀ جوړ کړل۔ کوم چې ئې څلور برخې کړل، يوه برخۀ ئې پادري ته ورکړه يوه ئې ځانله واخستله او دوه برخې ئې سانتياګو ته ورکړې چې تا دوه ځله تاوان کړے دے، دا د هغې لپا ره۔ د هغه ځايه ئې دۀ ته لار سمه کړه چې داسې ځه درې ورځې پس به خپل مرام يعنې د خزانې ځاے ته ورسې او پۀ خپله بېرته روان شو۔

    سانتياګو روان شو او خپل ټول تېر ژوند ئې مخي ته کېدلو۔ تيرې شوې پېښې ورته مخې ته يوه يوه راغله او دۀ پرې سوچ کولو۔ پۀ درېمه ورځ خپل منزل ته ورسېدلو۔ هلته هم پۀ هغه ځاے ودرېدلو کوم چې دۀ پۀ خوب کښې ليدلے ؤ۔ کېميا ګر ورته وئيلي وو چې پۀ کوم ځاے دې له سترګو اوښکې توې شوې هغه وکنه۔ دے کښېناستلو، دمه ئي وکړه، د ستومانۍ او خوشحالۍ نه ئې د سترګو اوښکې لاړې او چې کوم ځاے ولګېدلې هغه ځاے ئې کنستل شورو کړل۔ دے لګيا ؤ کنستل ئې کول خو څۀ پۀ لاس نۀ ورتلل خو دۀ کنستل جاري وساتل چي يو وخت دۀ ته څۀ سخت څيز مخې ته راغلو کوم چې کاڼے ؤ او دے ئې ښۀ ستړے کړو اخر ئې راوويستل۔ کله چي دۀ کاڼي راوويستل نو دۀ محسوس کړه چې څوک د دۀ خواته راغلل۔ دۀ چې وکتل پۀ تورو جامو کښې قبائيلي جنګيالي وو، دۀ ته ئې ووئيل چې تۀ څۀ کوې دلته۔ هغوي ورته ووې چې مونږ جنګ ستړي کړي يو او روپو ته ضرورت لرو، دے ئې ښۀ ووهلو او چې څۀ ورسره وو هغه ئې ترې نه واخستل۔ چې پۀ وهلو وهلو ئي ښۀ بې مجاله کړو نو يو تن ووې چې مړ شو پرېږدئ ځئ چې ځو او روان شو۔ د دغه کسانو نه يو تن راغلو، دۀ ته بېرته راغلو او دۀ ته ئې ووئيل چې تۀ به نۀ مرې او ژوندے به يې۔ ښۀ بې وقوف يې چې د خوب پۀ ليدلو دلته پۀ خزانه پسې راغلې۔ دا کوم ځاے چې تا وکنستلو، کال اګاهو ما دلته پۀ دغه ځاے درې ورځې پرله پسې خوب ليدلے ؤ چې پۀ سپېن کښې پۀ يو شاړ ځاے کښې شاړه کليسا ده او يوه د شوې اونه پکښې ولاړه ده۔ دغلته شپونکي دمې کوي۔ د دغه اونې لاندې خزانه ده، لاړ شه را وئې باسه۔ خو زۀ ستا پۀ شان بېوقوف نۀ يم چې پۀ خوبونو پسې دومره سفرونه کوم او پۀ صحراګانو رېګستانونو ګرځم خزانې لټوم او روان شو۔

    دۀ اسمان ته پورته وکتل او پۀ چغو شو۔ خوشحاله هم ؤ او ګيله ئې هم کوله چې زۀ دې ولې دومره وکړولم۔ نو غږ ورته راغلو چې تا کوم سفر وکړو نوې نوې دنياګانې دې وليدلې۔ نوي نوي خلق دې وليدل او تجربه دې حاصله کړه، دا به دې څنګه حاصلول۔ او بيا څو ورځې پس يو ماښام دے پۀ هغه ګرجه يا کليسا کښې ناست ؤ، د هغه اونې لاندې چې دې به راتلو او د دې لاندې به ئې ارام کولو۔ مخکښې به د دۀ سره ګډې وې او نن کشۍ (تېشۍ) او بېلچه۔ د شرابو بوتل ئې را وويستو او وئې څښل او اودۀ شو۔ سحر نمر راختلے ؤ چې ويښ شو نوکنستل ئې شورو کړل او اخر يو صندوق راښکاره شو۔ دۀ راوويست چې پرائې نيستلو نو د سرو سپينو د پېسو نه ډک ؤ او ورسره قيمت بها کاڼي او بتان وو چې قيمتي کاڼي او سرۀ پرې لګېدلي وو۔ دۀ د خپلې بوڅخکۍ نه هغه دوه د شګون کاڼې عريم او تميم راوويستل، د خزانې سره ئې کېښودل۔ دے ښۀ خوشحاله ؤ چې سيلۍ را والوتله ښۀ د خوشبويانو او عطرو نه ډکه وه، دۀ محسوس کړه لکه د صحرا ښائسته ورته وائي زۀ دروالوتم او درغلم۔

    دې ناول ته يوه لنډه کتنه

    د دې ناول “کېميا ګر” پلاټ ساده دے او يو هيرو لري “سانتياګو” او د هغۀ د ژوند قيصه ده۔ هغۀ ته چې کوم واقعات پېښېږي هم هغه بيانوي۔ نورې قيصې نۀ لري۔ کردارونه دومره دي کوم چې د دۀ سره وخت پۀ وخت ملاويږي اوځي پۀ مخه۔ ټول بيانيه دے او بل تن قيصه بيانوي۔

    .1مفکوره

    دا ټول ناول د ژوند فلسفه بيانوي او وائي چې انسان کوم مرام ولري نو خامخا ئې حاصلوي۔ او مرام يا منزل زمونږ پۀ پښو کښي وي۔ لکه خزانه د سانتياګو د پښو د لاندې وه او پۀ هغه ځاے وه چې چرته ئې خوب ليدلے ؤ۔ خو سفرونه ئې ورپسې ډېر وکړل۔ چونکې د دې ناول ليکوال مسيحي يا عيسائي دے۔ نو د عيسايانو عقيدې ئې بيان کړې دي۔ بل دا وائي چې کله انسان اراده وکړې او خپل مقصد حاصلولو او غواړي نو د دۀ مدد ته د هر قسمه کمک راځي هغه کۀ د کاڼو پۀ ډول وي کۀ د بازانو کۀ د جنګياليانو، فالګرو، جادو ګرو او کېميا ګرو۔ خو انسان ته پۀ خپل ژوند کښې څۀ مقصد ټاکل ضروري دي۔ بله دا چې د کائنات ټول روحونه د يو روح ماخذ دي او پۀ اخر کښې به ټول ځي يو کېږي به۔ او داسې د کاينات ارتقا پۀ خپله مخه روانه ده ځکه خو عناصر د يو بل سره تعامل کوي او نوي څيزونه جوړېږي۔ پۀ دې کښې د کاينات ژبه، پېدايښت، او ارتقا بيان شوې ده۔ او د انسان د زېږون مقصد ئې بيان کړے دے۔

    .2 مقصد يا موخه

    انسان چې څۀ حاصلول غواړي هغه د هغۀ پۀ پښو کښې وي۔ مونږ پسې اوږدۀ اوږدۀ سفرونه د علم او تجربې د حصول لپاره کوو۔ لکه سانتياګو خزانه لټوي مصر ته ورپسې ځي خو خزانه هلته وه چرته چې دے اودۀ وي او هغه خزانې خوب ويني۔ صرف د کلکې ارادې ضرورت وي۔

    لکه چې خوشحال بابا وائي:

    کۀ غوټې پسې وهې پۀ لاس به درشي

    چا وې دا چې پۀ درياب کښې ګوهر نشته

    .3د دې ناول ژبه

    دلته به د ناول د ژبې نه زما مقصد د پښتو ترجمې ژبه ده۔ ځکه چې د ناول اصلي ژبه پرچګيزي ژبه ده او بيا انګرېزي ته ترجمه شوے دے د کوم نه چې ترجمه نګار يا ژباړن محترم غني خټک پښتو ترجمه کړې ده ۔ مونږ دا وئيلے شو چې دا د ترجمې ترجمه ده۔ د موجوده دغني خان خټک ترجمه ډېره ساده ده۔ اګر چې ليکوال وائي (مخ۱۲)

    “ما خپل ښۀ کوشش کړے چې انګرېزي ژبه کښي د دې ناول کوم خوند دے هم هغه خوند پۀ ترجمه کښې پښتو ته منتقل کړم۔ ما دې کښې د خپل طرف نه هېڅ اضافه نۀ ده کړې۔ چاچې دا پۀ انګرېزي کښې لوستے وي هغوي به دا اندازه ولګولې شي چې دا ټکي پۀ ټکي ترجمه ده”.

    هم دا وجه ده چې د ناول د خوند برقرار ساتلو او ټکي پۀ ټکي ترجمې له کبله ليکوال د اردو ژبې ټکي راوړي دي۔ د کومو پۀ ځاے چې پښتو خواږۀ ټکي موجود دي۔ نور واقعي چې ترجمه روانه ساده او خوندوره ده ۔ کۀ چرې د اردو دغه ټکي نه وے نو بيا به داسې ښکارېدله چې دا ناول پۀ پښتو کښې ليکلے شوے دے او د پښتو د طبعزاد ناول خوند لري۔

    چونکې د ترجمې سره ډېر مشکلات وي او پۀ دواړو ژبو پوهه ليکوال (ترجمه نګار) له ضروري وي۔ چې د کومې ژبې نه ترجمه کوي چې د هغې پۀ روزمره ښۀ پوهه وي او چې کومې ته ئې ترجمه کوي د هغې هم۔ نو غني خټک پۀ دې لحاظ تکړه او مناسب سړے دے چې پښتو ئې خپله ژبه ده۔ اديب او ليکوال ؤ بل اړخ ته ټول تعليم ئې پۀ انګرېزي کښې حاصل کړے ؤ او يو قسم دوېمه يا درېمه ژبه ئې انګرېزي وه نو ښۀ ترجمه ئې کړې او څۀ داسې نيمګړتيا نۀ لري چې نيوکه ئې وشي سېوا د اردو ژبې د محاورې او ټکو د استعمال نه کوم چې د ليکوال نه وارد شوي دي۔ او دا لاشعوري ځکه دي چې هغۀ پۀ اسلام اباد کښې ژوند کولو نو د کوره بهر ئې اردو زياته وئيله او هم له دغې وجې ئې هغه امروزه ټکي دلته راوړې دي۔

    پۀ ترجمه کښې ليکوال خپله ځانګړتيا يا اسلوب نۀ شي خپللوے ځکه چې هغه د کتاب او د کتاب د ليکوال مزاج ته ګوري او کوشش کوي چې هغه څۀ چې ليکوال وئيل يا ښودل غواړي لوستونکو ته وړاندې کړي۔ تاسو چې کله هم دا ناول لولۍ نو ډۍر خوند به ترې نه واخلئ۔

    .4 کردار نګاري

    د دې ناول کردار نګاري ډېره د کمال ده، پاولو کويليو د نړۍ پۀ لويو او نوموړو ناول نګارو کښې راځي او ښۀ تجربه لري۔ هغه پۀ کردار نګارۍ ډېر زور ورکوي او اصليت برقرار ساتي۔ پۀ خپله د برازيل اوسېدونکے دے۔ کردار ئې د سپېن نه منتخب کړے دے لکه سانتياګو سپانش کلي وال او شپونکے دے چې تعليم ئي حاصل کړے دے۔ پۀ لاطيني او سپانش ژبو پوهېږي۔ او نورې ژبې زده کول غواړي۔ عربي زده کړي، د کېميا ګرۍ ژبه زده کړي۔ د ګډو پۀ ژبه پوهېږي او د کاينات ژبه زده کول غواړي او زده ئې کړي۔ او بيا چې د هر چا سره خبرې کوي نو ډېرې پۀ طريقه او ښۀ انداز ئې کوي۔ پۀ دې ناول کښې چې څومره کردارونه راځي نو هغه ښۀ واضح دي او د زمانې او وخت سره سم دي۔ قيصه د هغه دور ده کله چې سپېن د مسلمانانو پۀ قبضه کښې ؤ۔ بنيادي کردار چونکې عيسائي دے او د هغې علم ئې حاصل کړے دے نو هغه د عسايت د تعليم اظهار ځاے پۀ ځاے کوي۔ لکه د پېغبرانو نامې او هغوي ته پېښېدونکې واقعې ذکر کوي۔

    دهغه وخت او زمانې منظر کشي او د خلکو د يو بل سره تعلق او معاشرتي ژوند پۀ کښې هم ليدے شي۔ د قبائيلي سردارانو ژوند، علم دوستي او پۀ هغوي کښې د مشرۍ کولو اهليت، جرګې مرکې او فېصلې کول ټول مونږ وينو۔

    .5د دې ناول هيرو يا مرکزي کردار

    سانتياګو د دې ناول مرکزي کردار دے۔ چې ښۀ عالم دے، مروج علم ئې زده دے۔ زلمے دے، د زميندارې کورنۍ سره تعلق لري، پلار ئې ترې نه پادري جوړول غواړي چې پۀ کليسا کښې کار کوي او هم د دۀ سره پۀ کورنۍ زمينداره کښې لاس اخلاص وکړي ولې دے پۀ خپله د دنيا سېل کول غواړي او پۀ نړۍ کښې ګرځېدل غواړي، د دې لپاره شپونکے شي ۔ ځکه چې يو خو به ګرځي هر طرف ته تلے شي، بل ژوند ئې ساده وي چې ډېره خرڅه نه غواړي۔ د ناستې پاستې ځايونه ډېر وي او بل اړخ ته ګډې ګټه کوي، وړۍ ئې خرڅوي او بچي راوړي، هغه هم د امدن لويه وسيله وي۔ بل سانتياګو يو خوش مزاجه او خوشبين انسان دے، پۀ شګون کلکه عقيده لري۔ پۀ جادو ګرو او فالګرو يقين کوي او پۀ خپل مال کښې برخه ورکوي۔ دا يو باعمله زلمے دے چې د کوم کار اراده ئې کړې ده او کوم مقصد ئې ټاکلے دے د هغې د حصول لپاره کوشش کوي۔ پۀ خوبونو يقين لري، ښۀ شګون ترې اخلي او اخر کامياب شي۔ خوب الهامي وي د ښۀ او بد دواړو زېري لري خؤ ښۀ شګون ترې نه اخستل ښۀ خبره وي۔ پوهان او ديني عالمان وائي چې د خوب نه ښۀ شګون اخلئ او ښو خلکو ته ئې بيانوئ چې ښۀ تعبير ئې کوي او خپل حاسد ته به خوب نۀ وايئ لکه چې د يوسف عليه سلام پۀ قيصه کښې راځي۔ پلار ورته وائي چې وروڼو ته حال مۀ وايه هسې نه نقصان در کړي ولې خوب ئې رښتيا شو۔ ښۀ خوب او ښۀ تعبير د الله د خزانو نه يوه خزانه ده۔ راځو خپلې خبرې ته چې دا زلمے د مثبت سوچ خاوند دے چې پۀ هر حال کښې خوشبين وي۔ کله چې ئې پۀ اندلس کښې يو ټهګ ولوټې او ټول مال ترې نه وتښتوي نو دے نۀ خو د خپل مقصد نه شاته کېږې او نۀ پښېمانه کېږې خو بيا د سر نه مزدوري کوي او خپله خرڅه ګټي۔ بل عاشق مزاجه دے کله چې يوه ښائسته جينۍ وويني خوښه ئې شي او زړۀ پرې بائيلي ولې کله چې بله وويني نو زړه هېره کړي او د هغه بلې سوچ شورو کړي۔ پۀ ژوند کښې حقيقت پسند دے او پۀ خيالي دنيا کښې نۀ اوسي بلکې پۀ عملي ډول خپل مرام ترلاسه کوي۔

    د سنتياګو پۀ کردار کښې ليکوال زلمو ته د خپل مرام حاصلولو لپاره د هلوځلو او کوشش پېغام ورکوي او وائي چې پښېمانه کېږئ مه ژوند پۀ ښۀ اميد سره تېرولے شي۔ او د ژوند فلسفه پۀ اسانو ټکو کښې د مختلفو علمونو پۀ رڼا کښې بيانوي۔

    .6د دې ناول ځانګړتيا

    دا ناول پۀ نړۍ کښي ” دي بېسټ سېلر” ناول دے، پۀ هره ژبه کښې ترجمه شوے دے۔ پۀ پښتو کښې نورو ځينې ليکوالو دا پښتو ته ترجمه کړے دے چې يوه پۀ کښې د محترمې صفيه حليم ترجمه زما د نظره تېره شوې ده او هغه هم يو قسم خلاصه ده۔ دغه نورې ترجمې ما نۀ دي لوستلي نو څۀ پرې نۀ وايم۔ دا پښتو ادب ته محترم غني خټک يوه لويه پېرزونه وړاندې کړې ده۔ د دې نه اګاهو يو بل کلاسيکي ناول “سينوهه” هم ما لوستلے ؤ او يوه ليکنه مې پرې کړې وه۔ هغه د دري ژبې نه ترجمه شوے ؤ۔ او کېميا ګر د انګرېزي نه نېغ پۀ نېغه غني خټک پښتو کړے دے چې انګرېزي ترجمه ئې زما له نظره تېره شوې ده۔ د پښتو ژبې خوشبختي ده چې داسې پېرزونې ورته کېږي۔ دا يو ځانګړے ناول دے چې نۀ يوازې قيصه ده بلکې دعمل کولو تلقين کوي او پۀ ژؤند کښې خپل مرام ته د رسېدلو لپاره د عمل بلنه زلمو ته ورکوي او پېغام ورکوي چې تاسو عمل وکړئ مرام به ستاسو پښو ته راشي۔ څنګه چې پۀ نړي وال ادب کښې دا ځانګړے ناول دے داسې پۀ پښتو کښې دا ځانګړے او کلاسيک ناول دے۔ ليکوال د ډېر داد مستحق دے چې پښتو ژبې او ادب سره ئې متعارف کړو۔

  • “ادبي تحريکونه پۀ پښتو ادب کښې” – رشيد احمد

    “ادبي تحريکونه پۀ پښتو ادب کښې” – رشيد احمد

    پۀ پښتو ادبي تحريکونو اونورو داسې موضوع ګانو باندې ليکل خو کيږي ولې پۀ کتابي ډول ډېر کتابونه نه لري او د تحقيق اوتنقيد دا ميدان يا پنګه درنه نه ده. د پښتو ادب د مئينانو او ليکوالو نه د ډېر کار تقاضه کوي. نن سبا د پښتو پۀ تحقيقي ادارو کښې تحقيق زيات تر د شخصياتو نه تاوېږي راتاوېږي او داسې علمي ليکونو نه ډډه کېږي ځکه چې کار او زيار پکښې ډېر کول وي، وخت پرې زيات لګي مطالعه او د مطالعې لپاره مواد هم غواړي. پۀ شخصياتو ليکل اسان وي ځکه چې اکثر ټول مواد موضوع پۀ خپله محقق ته ورکړي. حمزه بابا د ډاکټر قابل خان افريدي نه هم دغه ګيله کړې وه چې د هغۀ پۀ ليکونو(خطونو) کښې خوره شوې ده. نو خبره مې کوله پۀ دغه موضوع کتابونه او ليکونه د نيشت برابر دي.

    پۀ دې سرخط يعنې د “پښتوادبي تحريکونه” اګاهو” د ډاکټر راج ولي شاه خټک يوه مقاله د کتاب شکل کښې چاپ او خوره شوې وه. کومه چې د دۀ د پي ايچ ډي د مقالې موضوع وه. يو کوشش ئې ضرور کړے ؤ خو متاسفانه نيمګړې وه او د”پښتو ادبي تحريکونه” تشه پۀ نامه وه. ځکه چې د پښتو ادب تاريخ څوک ليکي او د “خدائي خدمتګار تحريک” ذکر و نۀ کړې نو دغه کار به هسې ځان ستړے کول او د لوستونکي وخت بربادول وي. ځکه چې پۀ صحيح معنو کښې پۀ پښتو ادب کښې دا يوتحريک ؤ چې اصلاحي، سياسي او ادبي تحريک ؤ. او د پښتون قام سوچ او فکر ئې بدل کړے دے او پۀ ټوله دنيا کښې پرې ليکل کېږي او ذکر ئې کېږي ولې ډاکټر موصوف ترې نه ډډه کړې ده.

    پښتو ادب کښې د پير روښان تحريک يو مذهبي تحريک ؤ چې د هغۀ پۀ ژوند مذهبي او اصلاحي ؤ. هغۀ سوچه د مذهب پۀ بنياد کار کولو. واقعي چې يو سوچ ئې لرلو، مقصد ورسره او پۀ عملي توګه پۀ ميدان کښې ؤ. پۀ اول ځل ئې پښتو ادب ته وده ورکړه، ديارلس توري ئې ورته وضع کړل او د پښتو ژبې د ليک لوست لپاره ئې د لويو اومعياري لهجو يعنې يوسفزۍ لهجې او قندهارۍ لهجې د پاره ګډ اوشريک ليک دود وضع کړو. د هغوي دغه تحريک د هغۀ د ژوند پۀ اخر کښې سياسي شو او ځامنو ئې مکمل سياسي کړو. دغه تحريک د پښتنو پۀ ژوند ډېر اثر او اغيزه اچولے ؤ. د مذهب پۀ نوم ئې مخالفت هم وشو. غرض دا چې دا يوباقاعده تحريک ؤ چې ادبي، سياسي او سماجي اغېزه ئې د پښتنو پۀ ژوند واچوله او نوے رجحان او فکر ئې پېدا کړو چې پښتنو پۀ خپله ژبه کښې ليک لوست شورو کړل. د دې دا مطلب قطعي نۀ دے چې د دې نه اګاهو چا شاعري نۀ کوله يا ئې پۀ کښې ليکل نۀ کول. هر څۀ وو خو زمونږ پۀ علم کښې نشته او تحقيق غواړي.

    د پير روښان د وفات او د هغوي د اولاد نه پس دغه تحريک ختم شو ولې انګازې ئي د خوشحال بابا د زمانې پورې اورېدلې شوې. د دې نه وروستو د خوشحال بابا زمانه راغله او لکه د پير روښان او د هغه د اولادونو خوشحال خان خټک هم يو ادبي تحريک پۀ شعوري ډول شورو کړو. هغۀ خپل شعرونه او ليکونه د مغل خلاف وئيل او د پښتنو بېدارول پېل کړل. د پير روښان او خوشحال خان دواړو دښمن يو ؤ او هغه مغل ؤ چې د ګړدو پښتنو دښمن ؤ. دخوشحال خان بابا تحريک د خوشحال بابا د ژوند پورې يو ادبي تحريک پۀ دې معنا کښې مونږ بلو چې مقصد او موخه ئې لرل. د خوشحال بابا اولاد د پښتو ادب خدمت کړے دے پۀ دې کښې د څۀ شک ګنجايش نشته خو د خوشحال پۀ شان لوے مقصد ئې نۀ لرلو بس ادب ئې تخليق کړے اوشاعري ئې کړې ده. دا ځانله يو لوے بحث او وخت غواړي چې اوس دا وخت او د دې ليکنې پۀ لمن کښې ګنجائش نۀ لري. خو دومره به ووايم چې د خوشحال بابا نه پس د باچا خان خدائي خدمت ګار تحريک پۀ صحيح معنو کښې ادبي تحريک دے چې دښمن ئې بدل يعنې پېرنګے او کافر ؤ. پېرنګے غېر مسلم ؤ او دلته ئې ناجائزه قبضه کړې وه. زورور ؤ او غاصب ؤ، د ظلم او استبداد پۀ زور ئې دا خلک غلامان کړې وو. پېرنګے دعلم اوچالاکۍ پۀ طاقت او ګمنډ کښې ډوب ؤ. خدائي خدمت ګار تحريک د خوشحال او پير روښان د تحريکونو پۀ مقابل کښې د عدم تشدد داعي ؤ يعنې هغوي د قلم سره سره د تورې او تپنګ نه کار اخستلو ولې خدائي خدمتګارو صرف د قلم، اصلاح او تشدد نه بغېر تحريک چلولو. پښتو مجله “پښتون” ئې اجراء کړې وه. ليکوالو اوشاعرانو ته ئې بلنه ورکوله، پلېټ فارم ئې ورکولو او پۀ هغوي کښې ئې د ليک لوست اوعمل پۀ زور بدلون راوستلو. نو د تاسف خبره دا ده چې د ډاکټر راج ولي شاه خټک پۀ دغه مقاله کښې هډو د خدائي خدمتګار ذکر نشته. پۀ دې وجه ډېر ليکوال او د پښتو ژبې اديبان دغه کار نيمګړے ګڼي. د ليکوال خپلې مجبورۍ وي ګنې د ريټائرمنټ نه پس ته د خدائي خدمتګار تحريک پۀ موضوع مقاله ځانله ليکلي وه اوغوښتل ئې بل ځل له دا دکتاب برخه کړي. د مرګ نه پس چې ئې دغه مقاله بيا له پښتو اکيډېمي د اړخه شائع شوه نو پبلشرانو پکښې خدائي خدمتګار تحريک شامل کړلو چې دې د موصوف مقاله نګار وقعت ته نور نقصان ورسولو او مشکوک ئې کړو ځکه د ليکوال د مرګ نه پس دغه کار ښۀ نۀ شي ګڼلے .

    د پښتو ادب پۀ تاريخ چې پۀ غور سره نظر واچولے شي نو دا څو نکتې چې ډېرې مهمې دي، جوتې شي:

    1. د پير روښان تحريک اګر چې ادبي ؤ ولې پۀ بنيادي توګه يو مذهبي او تر څۀ حده اصلاحي ؤ. چې وروستو ئې د اولاد پۀ وختونو کښې سياسي رنګ واخيست او د پښتو ژبې او ادب پۀ ګټه تمام شو.

    2. د خوشحال بابا تحريک ادبي اوسياسي سره سره د تورې جدوجهد ؤ. ولې د هغۀ اولاد د خوشحال خان خټک ادبي هلې ځلې پۀ مخ بوتلې ولې، هغه تحريک ئې پۀ ځاے ونۀ ساتلو دوام ئې ور نۀ کړو . هغوي پښتو ادب ته ډېر څۀ بخښلي دي ولې دغې ته ادبي تحريک پۀ پوره ډول نۀ شو وئيلے.

    3. خدائي خدمتګار تحريک يا پۀ نورو ټکو د باچا خان تحريک پۀ مکمل ډول يو اصلاحي، ادبي او سياسي تحريک ؤ چې مستقل دوام لري او پۀ پښتو ادب ئې ډېر لوے احسان وکړو او د هغې سره سره ئې د نوو او جديدو اصنافو سره اشنا کړو. او دغه موخه اوس هم دوام لري. د ډاکټر نصيب الله سيماب نه د بخښې سره چې هغوي فکر لري چې د کانګرس سره د الحاق او پاکستان جوړېدلو نه وروستو دغه تحريک هغه پاتې نۀ شو او نقصان ورته ورسېدلو. د کانګرس سره پۀ الحاق دتحريک هغه ملګرو ته موقع پۀ لاس ورکړه چې دباچاخان د مخالفو سره مېلاو شول او يا لارې ئې بېلې کړې. دغه خلکو ته دا صرف يوه بهانه وه ګنې د بل مخالف ګوند سره د مېلاوېدلو پۀ ځاے خاموش پاتې کېدلے شول ولې هغوي د نورو دنياوي اوسياسي ګټو پورته کولو لپاره د خدائي خدمتګار تحريک نه لار جدا کړې وه. لکه خادم محمد اکبر، عبدالاکبر خان اکبر او داسې نور چې د مذهب پۀ اړ کښي ئې سياسي ګټې پورته کولو لپاره د يو مخالف مذهبي ګوند سره لاسونه يو کړل خو هلته ئي څۀ مقام ترلاسه نۀ کړو او نن ئې څوک نامه نۀ اخلي.

    4. ترقي پسند تحريک يا د کميونسټي نظرياتو لرونکي ليکوال چې اکثر د قام پرستو پۀ ډله کښې پاتې شوي دي. پۀ اردو ادب کښي خو جوت مقام لري. د هغې وجه کلچر يعنې ثقافت او سماجي و معاشرتي حالات دي چې د پښتونخوا نه مختلف وو او د دغه خلکو کردار مختلف پاتې شوے دے. اود پوره جاج متقاضي دے .

    پۀ دغه درې تحريکونو لکه د پير روښان تحريک چې د اخوند دروېزه خدمات او حالات هم د ځان سره رانغاړي، د خوشحال بابا د کورنۍ خدمتونو اوخدائي خدمتګار تحريک ډېر څۀ ليکلے شوي دي او ډېر څۀ پري وئيلے شوي دي. د هر تحريک مخالفان خامخا وي او د دغه تحريکونو مخالفان موجود وو. لکه د پير روښان مخالف قوت د هغه زمانې پيران او حاکمان دواړه وو. چونکې دا يو مذهبي اواصلاحي تحريک ؤ نو پيران چې د خلکو يا اولس پۀ ورکړه، هديو ،خېراتونو او صدقو ته ناست ژوند پرې کوي، تر دې چې خپل پلار ئې هم مخالف ؤ. پيربابا او اخوند دروېزه خو لا د بلې سيمې خلک وو. پيربابا چې د مغلو پۀ لمسه د يوسفزيو خلاف دلته مېشته شوے ؤ او بيا د هغۀ يو متنازعه مريد اخوند دروېزه د پير روښان تعليم د ځان له پاره فتنه ګڼله نو پۀ مذهبي ډول د هغۀ مخالفت ته را ووت. د پير روښان د “خېرالبيان” پۀ مقابله کښې ئې د عربي او فارسي مذهبي کتابونه راغونډ او ترجمه کړل چې اولاد ئې پکښې پوره اضافې وکړې او اولس ته ئې د (مخزن اسلام ) پۀ نامه وړاندې کړو. کۀ څوک پۀ غور دغه حالات مطالعه کړي نو هر څۀ به ورته ښکاره شي. پير روښان د طريقت يعنې تصوف قائيل ؤ او لکه د پخوانو فلاسفه او صوفيا چې د وړومبي دور سره تعلق لري پۀ عقيده ؤ او پۀ خپله ئې پير يا استاد نۀ لرلو او پۀ دغه وجه ئې پيران او صوفياء مخالف وو، بل اړخ ته اخون دروېزه متشرع ؤ خو پۀ خپله د پير بابا مريد ؤ ولې د پير روښان مخالفت ئې پۀ شرعه کښې کولو او د دې سيمې اولس پۀ خاص ډول د لازاک او يوسفزي ئې د پير روښان مخالفت ته هڅول او راپارول . او د دواړو ډلو هڅې او مخالفت د پښتو ادب پۀ ګټه تمامې شوې دي.

    د خوشحال خان مخالفان مغل واکداران وو چې د دۀ خپل ځامن ئې د دۀ(خوشحال خان ) دښمنان کړي وو. او د دۀ ځامنو د مغلو لپاره کارکولو. نو ځکه دا وئيلے شي چې د هغۀ د قلم، ادب او تورې تحريک د هغۀ د مرګ سره ختم شوے ؤ خو اولاد ئې د هغۀ ادبي هلې ځلې جاري وساتلې او د پښتو ادب ئې ډېر لوے خدمت وکړو. د خوشحال بابا نه علاوه د هغۀ اولاد پښتو ادب ته نوي اصناف او نوي نوي ژانرونه وبخښل . د خوشحال بابا اولاد د پښتو ادب ډېر خدمت کړے دے نه چې سياسي يا اصلاحي يا مذهبي. البته پۀ دغه مېدانونو کښې ئې خپلې پېرزونې کړي دي.

    بيا چې کله د مغل نه واک اختيار پېرنګي واخيست نو هغوي خپل نور مرامونه، موخې او اهداف لرل د کوم لپاره چې ئې د پښتنو سيمه پۀ مېدان جنګ کښې بدله کړه او تر نن ئې مونږ اغېزې وينو. پۀ دغه حالاتو کښې باچا خان خپل اصلاحي تحريک “خدائي خدمت ګار” شورو کړو. د دې لپاره ئې يوه مجله شروع کړه، ادبي مشاعرې، ډرامې او جلسې ئې شورو کړې. پښتو ادب ته ئې نوي نوي اصناف وبخښل او خپل پېروکار ئې دې ته هڅول چې ليکل وکړې، خپلې ژبي ته وده ورکړې. د دې لپاره هغوي د ليک دود مسئلې ته هم توجه ورکړه . د دوي دغه اثرونه وو چې پۀ سويلي پښتونخوا کښې محترم عبدالصمد خان اچکزي د عملي سياسي هلو ځلو سره ادب ته توجه وکړه. پښتو ليک دود او نورو کتابونو چاپ کولو ته ئې خلک وهڅول او پۀ خپله ئي يوه پښتو مجله جاري کړه.

    د باچا خان د خدائي خدمت ګار تحريک اثر نن پۀ هر پښتون دے کۀ څوک ئي مني او کۀ نه. هغوي پښتون ته د زمانې سره تګ کول پۀ ګوته کړل. جديد تعليم ته ئې وهڅول. او د هغوي د فکر او عمل منبع د پاک نبي عليه سلام حيات مبارکه او تعليمات دي. د عدم تشدد فلسفه ئې د اسلامي تعليماتو او پاک نبي عليه سلام د ژوند مبارک نه واخيستله او اولس ئي د جنګ وجدل نه منع کړو. پېرنګي او د هغوي اله کارو جنګ، وسله، شدت پسندي او ترهګري خپله کړه اودا ټول ئې پۀ پښتنو وازمائيل. نن چې مونږ څومره پښتو ادبي ليکنې، کتابونه او مجلې ګورو نو هم دغه موخه لري او د باچا خان فلسفې ته پۀ يو ډول يا بل ډول دوام ورکوي.

    ترقي پسند تحريک او د هغې اغېزې پۀ پښتو ادب کښې

    کله چې بالشوېک انقلاب پۀ روس کښې راغلو او د ځپلې، محرومې او بې وسه طبقې د محرومو د ازالو خبره شورو شوه. پۀ روس کښې انقلابيانو ليکوالو عملي ګامونه پورته کول شورو کړل نو پۀ عالمي کانګرس کښې ئي فېصله وکړه چې ادب دې د اولس د خدمت لپاره پکار راوستلے شي او اديبان دې د محرومې طبقې د پاره ليکل وکړي او پۀ اولس کښې دې فکري بېداري پېدا کړې چې د يو ملک پۀ وسايلو د ملک د ټولو وګړو يو شان حق دے او هغه دې هرچاته ترلاسه شي. پۀ دغه ادبي کانفرنس يا کانګريس کښې چې پۀ کال ۱۹۳۵ ميلادي کښې پۀ فرانس کښې شوے ؤ پۀ دې کښې د شريک هند و پاک نه سجاد ظهير او ملک راج انند شرکت کړے ؤ. او د دغې پۀ اثر او نتيجه کښې پۀ ۱۹۳۶ ميلادي کال کښې پۀ لکهنوو کښې يو کانفرنس د ټول شريک پاک وهند پۀ کچ منعقد شو او پۀ دې کښې “ادب د مقصد لپاره” وټاکلے شو او ليکوالو ته ووئيلے شول چې اوس دخپل ځپلي اولس د پاره ليکل شورو کړئ . پېرنګے خو د اشتراکي فکر مخالف ؤ نو هغه پۀ اشتراکي يا کميونسټانو هم لاس پورته کړو. او دغه کښې زيات اشتراکي نظرياتو واله د پښتنو پۀ سيمه د قامپرستو د جنډې لاندې راجمع شول. ځکه چې پۀ دې سيمه پۀ کال ۱۹۲۸ ميلادي کښې “پښتون” مجله اجراء شوې وه، پۀ کال ۱۹۲۴ او ۲۶ کښې پۀ اتمانزو کښې جلسې کېدلې او د شاعرانو لپاره د ښې شاعرۍ انعامونه اجراء شوي وو. مطلب دا چې پۀ پښتنه سيمه د ترقي پسندو يا اشتراکيانو د اتحاد اوموخې ټاکلو نه اګاهو دغه مقصدونه خدائي خدمتګارو خپل کړي وو. دهند کميونسټ ګوند پۀ غړو کښې رضا همداني شامل ؤ او د دې سيمې يعنې پيښور جنرل سېکتر ؤ. چا چې پۀ ادبي کچ ډېر کار کړے دے. صنوبر کاکا جي هم د اشترکي ګوند غړے ؤ خو زيا ت وخت ئې د ترنګزو حاجي صېب سره تېر کړے ؤ څوک چې مذهبي عالم ؤ او د پېرنګ سره پۀ مبارزه ؤ او پۀ ښار کښې به د دوست محمد خان کامل او امير حمزه خان شينواري سره دېره ؤ څوک چې ډېر پاخۀ مسلم ليګيان وو او د انګريز سره ئې تعلقات ښۀ وو.

    يوه بله مهمه خبره دا ده چې د تقسيم نه وروستو چې پاکستان اوهندوستان دوه ازاد رياستونه شول نو پۀ پاکستان کښې د قام پرستو د کمزورې کولو لپاره نور مقامي ګوندونه جوړ کړے شول او خلک ئې دې ته هڅول چې پۀ دغه سيمو کښې کښې کار وکړي. د تقسيم نه وروستو چې پۀ پاکستان کميونسټ پارټۍ بندېزونه ولګېدل نو اشتراکي فکر لرونکي د سېکولر جماعتونو لکه نېشنل عوامي پارټي يا نېپ څنګ ته لاړل. تر دغه وخته پۀ اشتراکيانو کښې واضح تقسيم يعنې روس نواز يا چين نواز نۀ ليدلے کېدل خو د کال ۱۹۶۵ د پاک بهارت جنګ نه پس پۀ دوي کښې دوه ډلې جوړې شوې. يوه چين نوازه ډله ځکه چې چين پۀ دغه جنګ کښې د پاکستان مرسته کړې وه او بله روس نوازه ډله. د پنجاب اکثريت اشتراکي، ترقي پسند يا کميونسټ او د سندهـ څۀ اشتراکيان د چين نوازو پۀ ډله کښې شامل شول. د بلوچستان او پښتونخوا ترقي پسند پۀ روس نوازه ډله کښې شامل شول ځکه چې د دوي اړيکې د افغانستان د اشتراکيانو سره وې او روس ته ئې زيات نزدې والے لرلو. دلته دغه خلک د نېپ د تقسيم او بنګله دېش جوړېدلو نه وروستو ټول پۀ قام پرسته ډلو کښې شامل شول. دوي د قامپرستو نه هم ګټې اخيستلې او د کميونسټو نه هم. بلکې ډېر پکښې پۀ پټه چين نواز وو. ليکل به ئې پۀ اردو کښې کول چې هغوي ورله پۀ هغې مرسته ورکوله او دې خلکو تل قامپرستو ته نقصان رسولے دے. دلته چې کوم مزدور کسان تحريک شورو شوے ؤ او پۀ يو وخت کښې پۀ پښتونخوا کښې ډېره مرګ ژوبله کړې وه او بيا وروستو پۀ خپل منطقي انجام پايې ته شو. دغه تحريک د يو خاص مقصد لپاره دلته پېل شوے ؤ ګنې نو د ځمکو پۀ حواله د سندهـ او پنجاب د چوهدريانو او وډېرو سره ځمکې هم ډېرې وې او د غريبانو، کسانيانو،هاريانو او خدمتګارو سره ظلمونه هم ډېر کېدل او اوس هم کېږي خو هلته يو کميونسټ او اشتراکي پورته نۀ شو او ټوله تباهي دلته پۀ پښتونخوا کښې شوې وه. هم دا رنګه پۀ ادبي توګه دغه ډله د پښتو ادب او لوستونکي ته نقصان رسوي. د خپلو موخو او اهدافو حاصلولو لپاره داسې ګامونه اخلي چې د زيان سوب وي.

    لکه څنګه چې ما ذکر کړل چې پۀ دې سيمه د اګاهو نه يعنې د۱۹۳۵ او۱۹۳۶ د کانفرنس نه اګاهو قامي او ادبي تحريک شورو ؤ. د ترقي پسند تحريک برخه يا ونډه ډېره کمه ښکاري. ضروري نۀ ده چې پۀ هر ليک کښې د مظلوم او بې وسه طبقې خبره څوک کوي نو هغه دې کميونسټ وي. پښتانۀ پۀ حېثيت مجموعي ترقي پسند دي او مذهب ته زيات رجحان لري. پۀ پښتنو کښې فکري رجحان د خدائي خدمتګارو ليکوالو پيدا کړے دے. څوک چې ځان ته ترقي پسند وائي دوي هم د قامپرستو د چترۍ لاندې وخت تېرولو.

    ما چې کله پۀ حبيب جالب د يوې مختصرې مقالې لپاره تحقيق کولو کومه چې پۀ پښتون مياشتنۍ مجله کښې چاپ شوې وه نو د ابراهيم جليس پۀ حواله د حبيب جالب پۀ ژوند ليکونو کښې يوه خبره مخې ته راغله چې هغه پۀ يو ځاے ناست ؤ چا ورته ووې چې پوليس ګرځي نو هغه زر له هغه ځايه د دې وېنا سره اووت چې دا پوليس پۀ ترقي پسند او کميونسټ کښې فرق نۀ شي کولے هسې نه مونږ چپه کړي او پۀ صفايۍ کښې به ډېر وخت ولګي.

    پۀ دې موضوع ډېر کار ته اړتيا ده چې کار پرې وشي. پۀ لنډو ټکو کښې مونږ وئيلے شو چې د ترقي پسند تحريک پۀ پښتو ادب اثر دومره ژور نۀ دے لکه څومره چې ئې ډنډوره وهلې شي. دلته د اګاهو نه مزاحمتي ادب ځيلې کړې وې او اوس هم دوام لري. اوس خو کميونسټ او د هغوي تحريک هم خپل منطقي انجام ته روان دے نۀ خو سوويت يونين شته او نۀ بل داسې معاشي مددګار شته. البته چين خپل اهداف لري او هغۀ هم خپله پاليسي بدله کړې ده او ورو ورو ئې بدلوي ولې دا خلک استعمالوي.

    پۀ لنډو ټکو کښې نورو ليکوالو ته د نور ډېر تحقيق بلنه ورکوي. بايد پۀ دې نور هم بحث اوشي. او هغه پټ رازونه رابرڅېره کړي. اتفاق او اختلاف هر د فکر خاوند لري او کوي ئې او حق لري چې خپل فکر واضح او ښکاره کړي. رښتيا يو ځل خامخا ښکاره کېږي کۀ هر څومره پټ شي. غوره دا ده چې مونږ د خپلو حالاتو پۀ رڼا کښې څېړنې وکړو او د هرې خبرې جاج واخلو.

    محض د اردو ژبې د ليکوالو د ليکونو د ترجمو سره زمونږ حقائق نه پۀ ډاګه کېږي. دهغې وجې هغه معروضي حالات او شواهد دي چې مختلف دي. د اردو دانې طبقې حالات او ژوند د پښتنو ليکوالو او شاعرانو نه ډېر مختلف دي. هغوي ته چې کوم مراعات ترلاسه کېږې هغه دلته چاته نۀ مېلاويږي. دغه رنګ زمونږ پۀ ثقافت او معاشرتي ژوند کښې ډېر فرق دے. هغوي هغه څۀ ليکي چې مشاهده کوي يې. او د هغوي طرز معاشرت ډېر بدل دے. ګنې دغه مزدور کسان تحريک او د هغې اثرات او اغېزې وګورئ.

    ځنې غلط فهمۍ او د اصطلاحات فهمۍ او ادبي تحريکونه:

    د بده مرغه پۀ پښتو ادب کښې ځنې وخت ليکوال د ادبي اصطلاحاتو د استعمال له کبله تحريکونه، مکتبونه، او سبکونه د يو بل سره داسې ګدوډ يا مدغم کړي چې تفاوت پۀ کښې کول ګران شي. لکه مکتب ته سبک وائي، او کله کله مکتب پۀ ادبي تحريک کښې بدل کړي. مکتب پۀ خپل ځان کښې وسعت لري او ډېر ليکوال اوشاعران پۀ کښې شامل وي او د هغوي هم عصر کېدل هم ضروري نۀ دي. سبک د ليکوال انفراديت ښائي چې د نورو ډېرو ليکوالو سره يوشان والے لري. لکه مونږ د روښانيانو ادبي تحريک يادوو او بل ئي مکتب يادوو. لکه دولت لواڼے او مرزا خان انصاري دواړه شاعران يو مکتب لري او د روښاني ادبي تحريک برخه دي. مکتب د يو نه د زياتو ليکوالو شاعرانو فکري او د اسلوب يووالے يا يوشان والے لري. تحريک يو مقصد او موخه لري او د هغې د حاصلولو لپاره کوشش کوي. دا يو څو دلته ذکر کول ضروري ګڼم. سبک يا اسلوب يا ډکشن د يو ليکوال ځانګړتيا وي چې وروستو نورشاعران دغه اسلوب خپل کړي. لکه د رحمان بابا پۀ سبک کښي وعظ ونصېحت، سادګي، د حميد بابا پۀ سبک کښې د فکر او خيال پېچلتيا، تشبيهـ او استعاره د دوي ځانګړڼې دي.

    ۱. نوښار ادبي جرګه ياټولنه پۀ حېث د يوادبي تحريک

    نوښار ادبي ټولنه د اولسي ادبي جرګې نه اګاهو جوړه شوې وه. دې ټولنې د پښتو ادب ډېر لوے خدمت کړے دے. د خوشځال او رحمان بابا پۀ مزارونو د ادبي جلسو او مشاعرو بنياد ئې ايښے ؤ چې يو نوے کار ؤ او دغه غونډې اوس هم کېږي. يو لوے فورم ئي شاعرانو له ورکړے ؤ چې اوس هم جاري دے او د ادب خدمت کوي. پۀ کتابي ډول رودادونه شائع کوي. او ډېر لوے شاعران د لر و بر ئې پۀ يو فورم راغونډ کړي دي. نو دا يو ادبي تحريک مونږ بللے شو.

    ډاکټر نصيب الله سيماب پۀ خپله تحقيقي او تنقيدي مقاله کښې دغه ټولې خبرې ذکر کړي دي، پۀ دې ټولو نکاتو ځانګړي بحثونه ئې کړي دي. پۀ ادبي محفلونو کښې نورو ليکوالو پۀ جهر او پۀ اشارو کنايو کښې دا خبرې او نکتې پۀ ګوته کړې دي او کولے شي ولې پۀ تحريري توګه پرې مفصل بحث زما پۀ خيال پۀ وړومبي ځل موصوف (ډاکټر نصيب الله سيماب ) کړے دے. پۀ غور سره د کتاب کتلو او لوستلو نه پس لوستونکے پۀ دې نتيجه رسي چې دغه ټول نکات ډاکټر نصيب الله سيماب د غور او ليک لاندې راوستلې دي.

    ۲. اولسي ادبي جرګه د يو ادبي تحريک پۀ ډول

    پۀ کال ۱۹۵۲ کښې چې کله اولسي ادبي جرګه مېنځ ته راغله نو د دې بنياد ايښودونکي دوست محمد خان کامل، امير حمزه خان شينواري، کاکاجي صنوبر حسېن،اجمل خټک، قلندر مومند او داسې نور ډېر ليکوال ټول شاعران، او نثر نګاران وو او فعال سياسي نظريو والا کارکنان وو. د ټولو سياسي اهداف ځانله ځانله يعنې ګوښې ګوښې وو خو ادبي مقصد ئي يو ؤ. پښټو ادب ته ئي ډېر څۀ ورکړل. څوک کټر مسلم ليګيان وو، څوک قامپرست وو، څوک کميونسټ او څوک ترقي پسند وو. د دومره سياسي او نظرياتي اختلاف، فکري تفاوت باوجود د اولسي ادبي جرګې غړو د پښتو ادب پنګه ډېره شتمنه کړې ده، دې جرګې پۀ پښتو ادب کښې د تنقيد، برداشت سره سره نوي اصناف مروج کړل، تکل،افسانه، ټول منثور او منظوم نوي اصناف ئي راوړل، د ابلاغ پۀ ذريعه ئي د پښتنو سره متعارف کړل. ادبي جرګو ته ئي رواج ورکړو او ادبي نشستونه ئي شورو کړل، پۀ پښتو ادب ئې نۀ ختمېدونکي اثرونه اواغېزې اچولې دي. او دا ځانله يو ادبي تحريک ؤ چې د پښتو ادب وده او ترقي ئي هدف ؤ، ليکوالو ته يو فورم ورکول او پۀ هغوي کښي د ناستې پاستې سره د يووالي جذبه راپارول وو. دې اولسي ادبي جرګې ډېر بچي او بچنګي زېږولي دي چې اوس ئي مونږ د محلت، کلي او سيمې پۀ توګه ادبي جرګې وينو.

    ۳. ادبي مکتبونه

    خوشحال ادبي مکتب، رحمان بابا ادبي مکتب، حميد بابا ادبي مکتب او کاظم خان شېدا ادبي مکتب

    د مکتب پۀ معنا کښې وسعت او پراخي ده او د يوې ډلې يا د ليکوالو شاعرانو ټولي ته وئيلے شي. د دوي اجتماعي فکري يووالے او يوشان والے يو ادبي مکتب ترتيبوي. سبک د يو شاعر خپلې ځانګړتياوې وي ولې مکتب د ډېرو شاعرانو اجتماعي ځانګړتياوي وي. کوم شاعران چې د بل منلي شوي استاد سره يوشان والے ولري نو هغه يو مکتب سازوي. لکه د خوشحال بابا فکري، سياسي ،اوادبي لاره چې کومو شاعرانو خپله کړې ده نو هغه د هغۀ مکتب بللے شي. دغه رنګ کوم شاعران چې د رحمان پۀ قدم پل ږدي نو د هغۀ مکتب بللے شي. د خوشحال بابا او رحمان بابا زمانه خواو شاه يوه ده ولې لارې ئي بېللې دي. رحمان بابا وعظ او نصيحت کوي ولې خوشحال بابا د نصيحت سره سره د تورې او قلم دواړه درسونه ورکوي. يو صوفي دے او بل د مېدان عمل سړے دے. خوشحال د پښتنو د ژوند او روزګار، معاشرت او ثقافت نمائندګي کوي او هغه مميزکوي. د رحمان بابا فکر د دروېشانو، صوفيانو لکه د شمس تبرېزي، رومي او جامي درس او نصيحت د دنيا بې ثباتي ښائي.

    کاظم خان شېدا اول کښې پۀ هند کښې ژوند کولو نو د هغه سيمې د فارسي شاعرانو نه ئې رڼا اخيستلې ده. د فکر او تصور پېچلتيا د دۀ پۀ مکتب کښې زياته ده. او دغه ئي ځانګړڼه ده. هندي او فارسي تشبيهات او استعارې زياتې استعمالوي. او شاعرۍ ته يو نوے خوند وربخښي.

    مکتبونو ته مونږ پۀ څۀ خاصو خوبو کښې خو ادبي تحريک وئيلے شو خؤ ټول مکتبونه ادبي تحريکونه نۀ دي.

    يو اړخ ته مونږ د روښاني ادبي تحريک، بل اړخ ته د خوشحال بابا ادبي تحريک او بل د خدائي خدمتګارو ادبي تحريک وينو چې ټولو خاص ٰفکر او مقصد لرل او د هغې لپاره ئي هلې ځلې کولې. او پۀ پښتو ادب او فکر ئي جوت اثرونه او اغېزې ښکاري. د رحمان بابا يا حميد بابا مکتب مکتبونه دي چې خالص ادبي دي. پۀ عملي توګه نه خو ډله وه او نۀ ئي داسې څۀ قامي يا د پښتون قام لپاره څۀ موخه لرله. يعنې قامي، معاشرتي او سياسي اهداف ئې نۀ لرل.

    دلته ما پۀ اجمالي ډول مکتبونو، جرګو او سبکونو ته کتنه کړې ده. دا ټول د ډېر تفصيلي جاج اړتيا لري. او د محقيقينو نه تقاضه کوي چې دې اړخ ته توجه ورکړې. پۀ پښتوخوا کښې د ادب دا اړخ ډېر نيمګړے دے او کتنه ورته دومره نۀ ده شوې چې د څومره دا حق لري.

    ډاکټر نصيب الله سيماب يو ډېر ښۀ کوشش کړے دے او پۀ ډېره مهمه موضوع ئې قلم پورته کړے دے. کوم چې لا د ډېر تحقيق متقاضي دے. هيله کولے شو چې نور محقيقين به پۀ دې موضوع قلم پورته کړي او ښۀ کتابونه او مقالې به د پښتو ادب لوستونکيو ته وړاندې کړي. دا لړۍ نورې ډېرې کړۍ غواړي او دغه کموت به پوره شي، داسې به د پښتوادب پانګه هم غني شي.

    وما علينا الابلاغ

    حوالې او ماخذونه

    1. خټک، ډاکټر راج ولي شاه،دپښتو ادبي تحريکونه،۱۹۸۹،پښتو اکيډېمي پيښور

    2. سديد، ډاکټر انور، اردو ادب کی تحریکیں،۱۹۸۵اول بار،اشاعت هشتم ۲۰۱۳

    3. سيماب، ډاکټر نصيب ا لله،تصورات،رجحانات او تحريکونه پۀ پښتو ادب کښې،۲۰۲۱،پښتو اکيډېمي بلوچستان کوټه

    4. بي ايم کټي،خوداختيار کرده جلاوطني،سياسي جدوجهد کے ۶۲ سال،۲۰۱۲،جمهوري پبليکيشنز لاهور

  • پۀ اسلام کښې عقل، نقل او کشف – ليک: ډاکټر سيد محمد يوسف – ترجمه: رشيد احمد

    پۀ اسلام کښې عقل، نقل او کشف – ليک: ډاکټر سيد محمد يوسف – ترجمه: رشيد احمد

    (يادګيرنه:- دا مقاله ډاکټر سيد محمد يوسف د ابن طفيل پۀ کتاب ليکلې ده چې هم د دغه کتاب د ترجمې سره شامله کړې شوې ده، دغه کتاب د چاپ پۀ مراحلو کښې دے او زر به ستاسو لاسو ته درورسي. دا وخت دغه مقاله د “پښتون” لوستونکيو ته وړاندې کولے شي)

    پۀ اسلام کښې د عقل، نقل او کشف د معرفت درې وسيلې دي چې د مسلمانانو پۀ تاريخ کښې د اتفاق ، اختلاف او ارتقاء پۀ لړ کښې د رايو د کشمکش او تاريخ کښې د مسلمانانو د ذهني، علمي او ټولنيز ژوند يو عجيبه خو ژور انداز کښې اغېزمند شوي دي. داسلام شورو د سپين کاغذ او زانګو پۀ ځاے د “اقراء” نه وشوه . د فکروعمل بلنه او د اولي الباب بهروسه او امېد سره تقرير او خبرې او د مشرانو او نيکونو د تقليد نه منع او وېزاري د قران ښکاره خصوصيت دے.

    پۀ بېلا بېلو مذهبونو او دينونو کښې مرکز هم دغه انسان دے. د قران اعجاز د لفظونو او جملو ترکيب ته محدود کول داسې دي لکه “يٰسين” چې د مرګ اسانولو دپاره وئيلے شي.

    نبي عليه سلام د شاعرانو د غندلو د پاره د شاعرۍ بله نمونه او کاهنانو د سرکوزي د پاره د کهانت نوے مثال او د مارانو د مقابلې لپاره اژدها نۀ ده وړاندې کړې بلکې د هر سوال پۀ جواب کښې ئې ساده اواسان “کتاب مبين” وړاندې کړو. دا کتاب چې کوم پېغام وړاندې کوي هغه جهاني، عالمکير او ابدي دے. د هر رنګ، نسل، قام او وطن دپاره دے. او دغه نقطه نظر د هغه ذات دے چې د دې هر څۀ خالق دے د انسان فکر و عمل د پاره چې قران کوم نظام عقيده اوشريعت وړاندې کوي پۀ دې خصوص سره ممتاز دے چې اسلام د دين فطرت دعويٰ کوي اوټول کائنات يعنې هره ذره د خالق د جوړ شوي او بنا شوي قانون تابع دي او يو خس تجاوز نۀ شي کولے.

    ترڅو چې پۀ زړۀ او غوږونو مهر نۀ وي لګيدلے او پۀ سترګو پرده نۀ وي راغلې د دې غفلت اوانکار د انسان لپاره ممکن نۀ دي او دا امتحان دے. کۀ هغه اختياري مسلمان وي او پۀ دې پوهه وي چې پۀ دې کښې د نظام اخلاق او فطرت سر چينې دي. او د دې کبله هغه د واحد خالق حقيقي سره رابطه پيدا کولے شي د دې نوم فلاح او فلاح دے او د دې ضد فساد اوشر دے.

    پوهه اوعقل د زېږون نه د انسان ملګري وي او دغه ئې امتياز وي. پۀ انسانانو کښې قدر مشترک وي. د دې پۀ نشت والي انسان ته مجنون يا لېونے وئيلے شي. د دې مخاطب د عقل هغه قدر او لارې چې انسانيت ئې جوهر دے او د انسان نه سړے جوړوي. الله تعالیٰ چې انسان ته کوم طاقتونه ورکړي دي (فطرت اوجبلت) د هغې لۀ کبله انسان مکلف دے چې اجمالي او بنيادي اسلام پله لار اولټوي. هغه اسلام چې د څو خاصو عملونو اوعبادتونو نوم دے. دا هغه نقطه نظر دے چې يو خاص انداز فکر او نظام کائنات کښې د انسان د مرتبې او مقصد حيات پۀ حقله يوه خاصه نظريه ده. دغه نکته اوانداز فکر هغه “فطرت” دے چې د کوم سره هر ماشوم زېږي او د هغۀ نه غېر اسلامي ماحول پۀ څنګ کړي.

    اوس دا خبره د غور وړ ده چې اسلام څنګه ښکاره شولو. نبي عليه سلام پۀ هر لحاظ سره بنده بشر ؤ. چاته چې الله قران ورکړو او هغوي د تل د پاره د ټولې نړۍ انسانانو ته وړاندې کړو.

    يو اهم سوال دا دے چې انسانيت د نبي د شخصيت نه پۀ متاثره کېدلو پس له څۀ سوچه قران قبول کړو او کۀ نا اول ئې پرې ځان پوهه کړو د هغې پۀ حقانيت خبر شو او د دې تاثر نه وروستو ئې د حضرت محمد صلي الله عليه وسلم د پېغمبرۍ اعتراف وکړو.

    پۀ قران کښې پۀ دوه خبرو ډېر زور ورکړے شوے دے او بيا بيا تکرار شوي دي چې ترڅو پورې دغه سوال پۀ ذهن کښې نۀ وي نو يو بنده د دغه تکرار پۀ اسرار نۀ پوه\يږي .

    دغه دوه خبرې اولنۍ (۱) د حضرت محمد صلي الله عليه وسلم د بشريت اثبات او بل دوېم (۲) دا حقيقت چې قران پۀ خپله د خپل حقانيت معيار دے. د مفتي محمد عبده پۀ اصطلاح کښې د “ادهاش” يعنې حيرانولو طريقه چې وړومبو انبياء به اختياروله يعنې نبيانو به اول خپل امت حېران کړو چې هغوي د معجزې او خوارق عادت څرګندونه به ئې وکړه چې دوي د الله سره تړون او رشته لري د کوم له کبله چې هغه پۀ ما فوق الفطرت او ماوراء طاقتونو اختيار لري. ځکه چې پۀ هغه زمانو کښې انساني ذهن دومره وده نۀ وه کړې. او هغه د معقوليت نه د متاثره کېدلو طاقت نۀ لرلو. بلکې ما فوق الفطرت ته به ئې سر ښکته کولو. تېرو انبياء عليهم سلام اول د خپل برحق کېدلو اعتراف پۀ امت وکړو، ځان ئې پرې ومنلو او د هغې نه وروستو ئې ورته عبادتونه وښودل او پۀ نهي او اوامرو يعنې “داکوئ او دا مۀ کوئ” ئې خبر کړل.

    د نبي اخر زمان حضرت محمد صليٰ الله عليه وسلم پۀ زمانه انسان د انسانيت پۀ منزل ډېر وړاندې تللے ؤ. د کوم چې انسانيت ته پۀ خپله احساس نۀ ؤ. زوړ ټولنيز نظام او انداز فکر د دې احساس پۀ لار کښي مانع اوخنډان وو. هغه به هم هغه زوړ طرفته تلو چې ما فوق الفطرت وويني او سر ورته ښکته کړي. مونږ ته ځاے پۀ ځاے دا خبره پۀ ډاګه کېږي چې عربو د نبي (ص) نه د معجزو مطالبه کوله او وئيل به ئې چې د تېرو نبيانو پۀ شان کۀ ستا پۀ وېنا دا غرونه روان شي او ذرې ذرې شي نو مونږ به ايمان راوړو.

    مګر نبي (ص) به ورته وئيل چې زۀ ستاسو پۀ شان بنده يم او بشر يم ما چې کوم پېغام راوړے دے پۀ دې ځان پوهه کړئ، د خپلو حواسو او دماغو نه کار واخلئ چې کله تاسو پۀ دې پوهه شوئ نو زما پۀ رښتياو او نبوت به هم پوهه شئ اوپۀ خپله به ايمان راوړئ اوهم دغه زما معجزه ده .

    د نبي(ص) دغه پېغام چې د عقل اودۀ کولو پۀ ځاے راويښولو، بېدارولو او پوهېدلو ؤ پۀ حقيقت کښې د انسانيت لپاره يو نوے څيز ؤ.

    اوس تاريخ ته وګورئ چې کومو خلکو د نبي (ص) پېغام ته هرکلے ووئيلو، د هغوي د رسول الله تصديق کول د کوم نوع وو؟ ټول دا مني چې ټولنيز، روايتي، سماجي، اقتصادي او جذباتي اثرونه د حضرت محمد (ص) د دعوت خلاف وو. پۀ داسې حالاتو کښې ايمان راوړل محض د فکري او ذهني انقلاب نه بغېر څنګه ممکن کېدے شول.؟ خلکو ته پته وه چې يو يتيم او امي مګر امين ،صادق او خوش خلقه انسان چې د دوي پۀ شان خوري او څښي، پۀ بازارونو کښې ګرځي. دا ټول انقلاب يوازې د قران نصيحت، وعظ، افهام و تفهيم پۀ توګه ممکن شول. پۀ ټکو او خبرو کښې داسې اثر ؤ چې خلک د ځان او مال قربانۍ ته تيار وو. پلار ، ځوے، ښځه ،خاوند او دوستان ئې د يو بل نه جدا کړل، د عربو قبائيلي نظام ئې تس نس کړو.

    د لفظونو معنې اومفاهيم چې انسان ته بلنه ورکوي چې ځان مۀ هيروه بلکې ځان وپېژنه، خپل ټول صلاحيتونه پۀ کار راوله او الله وپېژنه. کله چې عربو خلک پۀ ايمان راوړلو وليدل نو ځکه ئې پۀ نبي (ص) د جادوګر او ساحر بهتان ولګولو ځکه د ټولو دا خيال ؤ چې دا ايمان راوړونکي د جادو د اثر لاندې دي.

    شاعرانو ته پۀ عربو کښې ډېر اهميت او اثر حاصل ؤ. د هغوي کلام به د ډېرو لويو خلکو، بادشاهانو او سردارانو نه زيات موثر ؤ او عربو به دغه ما فوق الفطرتي ګڼلو. د هغوي دا خيال ؤ چې د هر شاعر سره يو پېرے يا شېطان وي. اګر چې دغه شاعران ښۀ با اثره وو مګر د دوي کلام د هغه مفهوم او معنو نه خالي ؤ چې انساني عقل رابېدار کړي، د پرمختګ او صحيح اقدارو لټون وکړي او د هغې جاج واخلي بلکې يوازې د جاهلانه اخلاقو ډول به ئې وهلو.

    حضرت محمد (ص) د سحر نه انکار کړے ؤ. د شاعرۍ د تهمت ئې پۀ ډېر زور سره رد کړے ؤ او وئيل ئې چې د شاعرانو پۀ قدم ګمراهان ځي. يعنې هغه خلک چې پۀ هره مځکه کښې سرګردانه ګرځېدونکو شاعرانو پۀ شان د اخلاقي قدرونو د جاج او کره کوټه کولو صلاحيت نۀ لري . د کاهنانو ئې هم غندنه کړې ده او رد کړي ئې دي او د پېريانو (شېطانانو) نه ئې د وېزارۍ اعلان کړے ؤ. پۀ لنډ ډول ئې دا وئيل چې زۀ څۀ وايم هغه ساده خبره ده چې يو انسان ئې د بل انسان سره کوي. او د دې دعوت (بلنې) اډاڼه پۀ دې وه چې اورئ، ځان پوهه کړئ اوغور و فکر کوئ، دا وجه ده چې چا هم د نبي (ص) پۀ ريښتينوالي د شهادت لپاره د قران نه علاوه خرق عادت لټولو هغه محرومه پاتې شول. د دوي پۀ ځاے چا چې د فکراو تدبر نه کار واخېست، د نبې(ص) خبره ئې د زړۀ پۀ غوږو واورېدله، هغوي داسې ذهني انقلاب محسوس کړو چې ټول ژوند ئې بدل شو.

    کومو خلکو چې اسلام راوړو هغوي د نبې (ص) د ايماندارۍ، ديانت دارۍ، خوش خلقۍ، خوش ګفتارۍ، عدل وانصاف او کرم مثالونه وليدل. د هغې له کبله ئې د اسلام حقانيت ومنلو او مسلمانان شول. هېڅ يو تن داسې نشته چې هغه د دې کبله ايمان راوړے وي چې نبي (ص) ئې پۀ مړي ژوندي کولو ليدلے وي. پۀ مکي اياتونو کښې د الله پۀ وجود او وحدانيت خبرې شوي دي او د خلکو فطري عقل ته ئې بلنه ورکړې ده.

    بيا هغه دور راغلو چې مسلمانان ماشومان پۀ اسلامي ماحول کښې پېدا کېدل او د کفر نه بې خبره وو. پۀ کور کښې به هر طرفته د اسلام او نبي (ص) خبرې کېدلې. اذانونه وو، نمونځونه او جماتونه وو. پۀ داسې حال کښې د نبي (ص) قول و فعل د سند درجه لري او هغه د توجه مرکز ؤ. پۀ داسې ماحول کښې انسانانو هغه فطري عقل والا برخه هېره کړه او دوي خپلو دنياوي معاملو کښې هم د نبي (ص) د روحاني قوت پۀ ذريعه حل کولو ته رغبت شورو کړو. او د دې رجحان بېخ کني نبي (ص) کړې وه. او فرمائيلي ئې وو چې تاسو پۀ خپلو دنياوي معاملو کښې ښۀ علم لرئ (انتم اعلم بامور دنيا کم). د دې رجحان يو وجه خو دا وه چې مسلمانانو ته د ژوند هر کار د نبې (ص) د لار ښودنې نه بغېر مشکل پۀ نظر راتلو. حالانکې پۀ غزوه احد کښې الله دوي ته دا ښودلي وو چې ايا کۀ نبي (ص) وفات شي يا قتل شي نو تاسو به بېرته وګرځئ؟؟؟

    د نبي (ص) د انتقال نه وروستو دغه خبره حضرت ابوبکر صديق (رض) کړې وه. د نبي (ص) د وفات نه وروستو داسې ډېرې مسئلې راپورته شوې چې د هغوي د کار ښودنې ضرورت محسوسولے شو. او خلکو ته به صريح حکم پۀ لاس نه ورتلو. رسول (ص) خو صرف هغه اجتماعي، سياسي يا نور حکمونه کړي وو او حل ئې ښودلے ؤ چې د هغوي پۀ ژوندانۀ مخې ته راغلي وو. د مستقبل د حالاتو اجمالي يا تفصيلي تصور، د فرض او امکاني مسائلو پۀ حقله لارښودنه يا هدايات پرېښودل د رسول (ص) د عادت خلاف خبره وه.

    دحجة الوداع پۀ موقع نبي (ص) اعلان وکړو چې نن ستاسو لپاره دين تمام (پوره) شو. د دې ټولو نتيجه دا راووځي چې يو داسې قوت دې پکار راوستلے شي چې د ښودلو شوو ديني حکمونو پۀ رڼا کښې د تل لپاره د نوو حالاتو او زياتيدونکو ضرورتونو لپاره صحيح ذمه داري اخيستلے شي. دغه قوت د عقل نه سېوا بل څۀ کېدے شي؟

    ځکه نو د”رائې” استعمال عام شو. يعنې د نبي (ص) د ښودلو حکمونو (قران او سنت) پۀ رڼا کښې د عقل پۀ فېصله بهروسه وکړې شي. امام ابو حنيفه چې د رائې موجد ورته هم وئيلے شي يوازي او يوازې د دې لپاره قانونونه مدون کړل. د “اجماع”، “قياس” او “استحسان” رشته هم د “رائې” سره تړون خوري. امام مالک داستحسان پۀ ځاے د”استصلاح” اصطلاح خپله کړه . چې پکښې د نا زړۀ د”عقل” د استعمال اعتراف يا مننه پټه ده. دا خبره هله پۀ ډاګه شي چې کله مونږ “ضد” د نظر د لاندې وساتو. کله چې د فقهاو مذهبونه جوړ شول نو هغه وخت يو رجحان داسې هم ؤ چې پۀ عقل د بهروسې خلاف ؤ. امام احمد بن حنبل د دې رجحان ښکاره نمائنده دے. هغوي چې څومره کېدے شول نو عقل ئې لرې وويستو او کۀ چرې ضرورت پېښ شو نو داسې ئې ښکاره کړو چې پېژندے نه شي. “اجماع” کوم چې مونږ ته د ترقي خوښونې (ترقي پسندي) اصول ښکاري د امام احمد بن حنبل د لاسه د مدينې بهر بې لاسو و پښو موثره اله وه هر څومره چې هغۀ کولے شوله ولې عقل نه ئې مېدان خالي نه کړے شو.

    د فقها دا بحث د عقل او نقل د تړون او رشتې ښکاره کولو يوه هڅه ده. کله چې يوناني فلسفه مسلمانانو ته راغله . نو ډېر د دې نوې رڼا خلاف شو چې تر اوسه پۀ ذهني خوب اودۀ وو بېدار شو ،پۀ ذهني انتشار کښې ګېر شول او د خپل توازن قايم ساتلو د پاره ډېر ه موده ولګېدله . يوه ډله هغه وه چې يوناني فلسفې ته ټينګ نۀ شول نو عقل ئې خپل امام وګڼلو. بله ډله هغه وه چې پۀ دين قايم پاتې شول او د عقل نه ئې پۀ خپل حق کښې د دليل پېداکولو هڅې وکړې. اوس مسلمانان د يوناني فلسفې سره سره د کليسا د عقيدو او رسمونونه هم خبر شوي وو، نو دې ډلې دا خپل فرض وګڼل چې الوهيت او رسالت پۀ حقله اسلامي عقيده د مسخ کېدلو نه بچ وساتي. لکه څنګه چې عيسايانو مسخ کړې وه . پۀ دې زغل کښې ځنې کسانو د احتياط او بې احتياطۍ له کبله پۀ صفايۍ کښې څۀ مات ګډ کړل. د دو پۀ مقابل کښې د حنبليانو ډله وه چې حجت اوکلام (علم کلام) ته ئې پۀ ښۀ نظر نۀ کتل. د بد مرغۍ نه يو وخت داسې هم راغلو چې د حجت او کلام د طمطراق سره توره هم يو ځاے شوه . د شهادت شوق او ذوق نور زيات شول.

    پۀ ځينې هغه کتابونو کښې چې معتبر ګڼلے شي دا بيان ليدے شي چې پۀ جنت کښې پۀ فلانۍ او فلانۍ موقع عربي وئيلې شوې ده .غور و فکر د انسان پۀ فطرت کښې شامل دي او د جذباتو او جوش ختمېدلو نه پس ئې پۀ انکار ودرېدل نا ممکن شي. دوي نه وروستيو پۀ دې خبره غور و فکر وکړو او چې پۀ کومه نتيجه ورسيدل هغه اوس ټول مسلمانان مني. کۀ چرې هغه مېنځه ګړې لار وه نو بنياد ئې پۀ غور فکر ؤ او د هغې نه مختلف ؤ کوم چې د حنبليانو کره موندلے شي. هم دغه حال د نورو ټولومسئلو دے. د تشبيهـ، تجسيم او تاويل بحث به واخلو، د کرامه غوندې باطلې ډلې به پرېږدو. پۀ دې نکته ټول متفق دي چې ذات الٰهي د جسم او د جسم د صفاتو نه بري (مبرا) دے يا پاک دے . قران کۀ يو اړخ د الله د لاس ذکر کوي نو بل اړخ ته د لاسونو والا خداے څۀ تصور هم نۀ پرېږدي.

    داسې ښکاري چې معتزله چې د کوم عقليت د رجحان نمائندګي کوله د هغې د مخالفت نورې څۀ وجې وې. دا خو ښکاره ده چې د معتزله لويې مخالفان محدثين وو. د هغې وجه هم دا نۀ وه چې معتزله د احاديثو نه منکر وو. حقيقت خو دا دے چې د حديث او سنت نه انکار د هرمسلمان د پاره ناممکن دي. البته د حديث د کره کوټه او کره کتنې لپاره معيار مختلف کېدے شي. پۀ امام ابو حنيفه د ترک حديث الزام لګولے شي، د دې راز هم دغه د معيار دے. محدثينو چې د حديث د قبول يا رد کولو د پاره کومې قاعدې او قانونونه جوړ کړې وو هغه زيات تر پۀ روايت اډاڼه وو. او د درايت نه خو ښکاره نه وو خو پۀ عملي توګه دغه ډېر کم پۀ کار راوستلے شوي دي، د دې پۀ مقابل کښې معتزله د درايت نه کار اخستلو چې پۀ نتيجه کښې ئې هغه ټول احاديث رد کړل د کومو ماخذ چې نن معلومول ګران کار نۀ دے. “د وېښته نه نرے ” صراط والا زردشتيانو پۀ ټکو کښې د زردشتيانو عقيده (احمد امين فجر الاسلام مخ ۱۰۴) د دجال پۀ حقله تفصيلي معلومات، د جنت دوزخ جغرافيه، د قيامت علامات دا او داسې نورې ډېرې خبرې وې چې نو مسلمو د خپلو تېرو او زړو عقيدو نه اخذ کړې او د اخرت نه وېرول او د تقویٰ لپاره پۀ مسلمانانو کښې رائج کړې وې.

    پۀ دې کښې زيات لاس د هغه قيصه کونکو(قيصه بړو) (قصه ګويانو) ؤ چې څۀ موده بهر وو خو اخر جمات ته ننوتل او پۀ ډرامائي ډول ئې پۀ اورېدونکو غوني زيګ زيګ کولو د پاره اورول شورو کړل. نن هم دا رنګه روايتونو يوه لويه ذخيره د اسرائيلياتو پۀ نامه پېژندے شي. اګر چې د ځينې محدثينو پۀ نظر کښي معتبر نۀ دي ولې پۀ اولس کښې مقبول شوي دي. او ځاے پۀ ځاے موندے شي. معتزله د دې نه انکار کړے ؤ او د دې سره سره ئې د نورو داسې احاديثو نه هم صفا انکار کړے ؤ چې د اسلام د روح پۀ پېژندنه کښې پۀ زړه ښۀ نۀ لګېدل. هغه محدثينو چې خپل معيار ئې د حديث د جرحې او جاج د پاره مقرر کړے ؤ نۀ غوښتل چې څوک د دوي پۀ قبول کړي حديث جرح وکړي او يا ئې رد کړي. پۀ دې لړ کښې د دواړو ډلو اختلاف څۀ خاص نتيجه نۀ ده ورکړې. او د دغه احاديثو پۀ حقله تراوسه څۀ کوټلې رائې نۀ ده قايم شوې. د دې ټول بحث نه غرض دا دے چې هغه عوامل او مسائل ښکاره شي چې د کومې له کبله د عقل دخل اندازي مسلمانانوته قابل قبوله نۀ وه . او ناخوشګواري ئې پېدا کړې وه خو د دې هر څۀ باوجود يوه خبره مسلمه وه او هغه دا چې عقل د الله د وجود او وحدانيت تائيد کوي. دا هم نا اشنا خبره نۀ وه چې عقل مجرد پۀ کائنات کښې يو عالمګير نظام وليدلو. او د يو واجب الوجود مدبر طرفته ئې ترې رڼا اولار ښودنه واخيستله. هم د دې حېرانوونکي انکشاف برکت ؤ چې د اسلامي فکر پۀ حقله ځنې بنيادي سوالونه چې د يو حقيقت نور اړخونه ئې مخامخ کړل او د بېلا بېلو ډلو د توجه وړ شول. لکه دا چې د شرعې نه اګاهو تکليف ؤ کۀ نۀ ؤ. يعنې د وحي د نزول نه مخکښې د انسان نه دا توقع کېدے شي کنه چې هغه د خپل فطرت سره سم د عقل نه دا معلومه کړې چې د دې کائنات يو حاکم او چلوونکے شته او هغه يو واحد يا احد دے.

    مونږ دا وئيلے شو د يو مومن ايمان داسې عمل دے چې د انسان نور اعمال محض” لطف خدا” دي لکه څنګه چې د حنبليانو خيال ؤ چې کۀ قران ته ازلي و نۀ وئيلے شي نو دا به بې ادبي وي. د دې قسمه سوالونو پۀ جواب کښې قدامت پرستو ته دا خنډ ؤ چې کۀ چرې فطري عقل د شرف اعتراف وشي نو د وحي او رسول د هدايت سرچينه کېدلو کښې به فرق راشي. دا هم هېرول نۀ دي پکار چې پۀ مسلمانانو کښې دومره پوهه اوعلم راغلے ؤ چې د هغوي نقطه نظر ئې پۀ دوي کښې دننه پورې محدود شوے ؤ،

    کوم سړے چې پېدائشي مسلمان وي يا ورته پۀ وراثت کښې اسلام پاتې وي نو د هغۀ د پاره دا صرف د يوې علمي دلچسپۍ خبره کېدے شي چې د هدايت پۀ حصول کښې د وحي او عقل څۀ برخې دي. د يو عام مسلمان ذهن يا دومره وسيع انداز فکر نۀ ؤ څومره چې د اسلام نه بهر د کومو خلکو ؤ(حئ بن يقظان هم دې ته اشاره کوي) او چې کومو دا سوچ لرلو نو هغوي وئيل چې وحي سهي. خو چې کله دا يو داسې سړي ته وړاندې شي چې مسلمان نۀ وي نو د هغۀ کوم حس به مخاطب کولے شي. کۀ چرې مونږ دا خبره نظر انداز کړو چې د هر قسم علم پۀ شمول د سائنس و حرفت توفيقي دے او د وحي او الهام پۀ توګه انسان ته حاصل شوے دے نو بيا هم د قدامت پرستو دا اصرار چې وحي او رسول د هر قسم هدايت سر چينې دي او د عقل پۀ کښې هېڅ برخه نشته دا خبره اوزېږوله چې د دروغو جواب پۀ دروغو سره ورکړو . چې خداے (نعوذ بالله) ډېر ظالم دے چې انسان ئې پېدا کړو او د هغۀ عقل ئې د هدايت لپاره پوره( کافي) نۀ کړو، او هغه وړاندې د نبوت نه انکار وکړو. د فلسفې کتابونه ئې د قران نه غوره وګڼل او “حيل المتبئين ” ئې تصنيف کړو. چې دا ئې د ښودلو هڅه وکړه چې دانبياء دتعليماتو پۀ رڼا کښې انسان ولې سر مغذن کېږي ځکه چې دين انسان نۀ شي پوهه کولے. پۀ عقل او فلسفه کښې دا اهليت شته چې هر انسان ته مخاطب شي او ټولو ته يوه نقطه نظر وړاندې کړي (نعوذ با الله) ولې د وخت د تېرېدلو سره ټولو دا محسوسه کړه چې اسلام ته د انسان د فطري عقل سره مطابقت پېدا کولو کښې د اسلام شان کښې څۀ کموت نه راځي. او اخر پۀ څه نا څه ډؤل د عقل برخې يا کردار اقرار وکړے شي. پۀ لازمي ډؤل هغه فلاسفه چې د عقل او نقل د تطبيق د پاره هلې ځلې کولې دا موضوع دومره اوږده کړه چې د”المتفرد المتوحد” يوه مستقله اصطلاح جوړه شوه يعنې چې انسان د زېږون نه يواځې پاتې شو هغه خپل پۀ خپل مادي او روحاني ضرورت پوره کولو کښې بريالے کېدے شي؟ دابن طفيل حئ بن يقظان داسې يو” المتفرد المتوحد”دے.

    د”المتوحد” پۀ تصور کښې چې د دې خبرې خيال ساتلے شوے دے چې د لوے خداے وجود او وحدانيت د ادراک نه علاوه شريعت او عبادتونو نه معلومول د انسان د وس نه بهر دي. البته چې الله ته ورسي نو بيا پۀ رسالت ايمان منزل ته رسېدل ګران نۀ وي. انسان ته د خېر او شر يو فطري پېژندګلو الله ورکړې ده. دا يو اجمالي تصور دے د کوم له کبله چې انسان د اخلاقي نظام او شريعت پۀ تکل کښې پرېوځي. او کله چې ورته داسې نظام ترلاسه شي نو قدر ئې کوي. او مدد ترېنه اخلي، مستشريقين وائي چې د خېر او شر ځانګړے وجود فرض کول پۀ اسلامي فقه کښې د فقه روما اثر دے . لېکن دا د انسان فطري عمل دے. پۀ علم کلام کښې پۀ دې تفصيلي بحث شوے دے چې خېر و شر عقلي دي کۀ شرعي؟. خبره پۀ اجمال او تفصېل کښې ورکه شي. يوه نقطه نظر دا هم ده چې انسان د پاره پۀ خپله ځانته لارې موندلو نه عاجزه دے . او د داسې لارې د پاره پۀ دين کښې د يو امام محتاج وي چې د معلوم نبي يا رسول او خداے نه د حاصل کړي علم زارداره وي. دا هم د دلچسپۍ وړ خبره وه چې دې نقطه نظر پۀ هغه کور کښې وده او روزنه وموندله چرته چې د فلسفې زيات هرکلے شوے ؤ. پۀ اسلام کښې د سياست خاکه څۀ دارنګه وه چې خالص علمي خبرو اترو نتيجه راوتل د اختلافاتو د ګړنګونو ورو ورو تنګېدل ګران وو. دا خبره پوره نۀ وه چې پۀ اسلام کښې د دين او سياست امتزاج دے بلکې حقيقت دا دے چې د دين نه علاوه بل څۀ نشته چې پۀ کوم دسياست بنياد کښيښودلے شي. نتيجه داده چې د موجوده پارلماني طرز حکومت پۀ زمانه ښکاره کېدلو موقع نۀ شي ورکولے، چې پۀ عقيده کښې اتفاق سره سره د مختلفو ډلو وجود غېر متصور دے کۀ چرې د تاريخ پۀ خلاص زړۀ او مټ مطالعه وکړے شي نو ټولې سياسي ډلې پۀ شورو کښې د سياسي اثراتو له مخه پۀ وجود کښې راغلي. (دمعتزله :منزلة المنزلين” بحث هم د سياست نه غېر متعلق نۀ ؤ. مونږ داسې وئيلے شو چې دغه ډلو د خپل وجود جواز پېدا کولو د پاره پۀ عقايدو کښې اختلافات پېدا کړل يا جوړ کړل. پۀ داسې حال کښي يو اړخ ته عقيدې د سياسي مصلحت پۀ قالب کښې واچولے شوې بل اړخ ته د اختلافاتو د ختمولو لپاره د زړۀ د اخلاصه هلې ځلې د خودکشۍ برابر وګڼلې شوې. او د دې نه وروستو د سياسي اقتدار حاصلولو لپاره کوشش او هلې ځلې ممکنې پاتې نۀ شوې . له دې کبله ځنې ډلې د مخالفو پۀ مقابل کښې ختمې شوې مګر داسې نۀ ده شوې چې د يوې ډلې عقيدې بلې ته نزدې شوې وي. او پۀ دې مقابله کښې دا خبره جوتېږي. چې چرته د سياسي مصلحت دخل نۀ ؤ نو هلته د فقهې مېدان کښې اختلافات برابر کم شول او مختلفو مذهبونو د وخت سره سره د يو بل پۀ نقطه نظر د پوهېدلو کوشش وکړو او خپلو کښې ئې ورکړه راکړه هم وکړل. پۀ هر حال کښې د امامت او شريعت پۀ لړ کښې دا نقطه نظر پۀ يوه ډله کښې محدوده شوه او “المتفرد المتوحد” نظريه پۀ خپل ځاے مقبوله شوه.

    د عقل او نقل نه علاوه د معرفت درېمه ذريعه د کشف ده اوپۀ دې مفروضو قايمه ده:

    1. انسان د روح او جسم د دوه متضاد څيزونو مرکب دے.

    2. لکه څنګه چې پۀ عالم مادي کښې ګورو دغه رنګ يو عالم روحاني هم دے چې پۀ اسمانونو کښې شورو شي اوپۀ ذات الٰهي ختم شي.

    3. پۀ عالم مادي د روح فېضان داسې وي لکه څنګه چې د نمر د پلوشو پۀ وجودونو وي.

    4. وحدت او کثرت د وجود صفتونه دي او پۀ عالم روحاني نۀ لاګو کېږي.

    5. زمونږ روحونه د ذات الٰهي نه غېر نۀ دي،

    6. زمونږ بصارت د حق پۀ ليدنه کتنه کښې خنډ کېږې هم د دې له کبله دا پۀ کم حد کښې د قابو کولو لپاره د رياضت او طريقي ضرورت وي.

    داڅيز کوم ته چې تصوف وئيلے شي لۀ کومې راپېدا شو ؟ داپۀ اسلام کښي د شورو نه ؤ او کۀ نه وروستو راپېدا شو او کۀ نه د بهر نه راغلو؟

    د دې سوالونو د يو مکمل جواب د کوشش نه بغېر دومره وئيل چې غور طلبه خبره د دې اغاز اومنزل دي. اسلام د روح او جسم د شديد تضاد د نظرئې تعليم ورکړے دے؟

    نو بيا د وحدت الوجود، باوجود د ټول احتياط او احتراز کوم چې صوفيا د خپل ځان د اسلام پۀ دائره کښې د ساتلو لپاره برتي کړے دے د اسلام سره مطابقت لري؟.

    مونږ ته د اتحاد، حلول او دا رنګه خبرو سره د غم غرض څۀ ضرورت نشته کوم چې صوفيا هم سمبال نۀ کړو، دا هم مسلمه ده چې دا قسمه فلسفه پۀ يونان، عيسائي راهبانو ،ايرانيانو او د هندوانو يوګيانو سره شتون لرلو. يو اړخ ته د عشق او راز و نياز ټول تفصيل د افلاطون سره موندلے شي. نو بل اړخ ته ګولډ زئير پۀ مدلل طريقه د صوفيا منازل سلوک، خرقه پوښي، مسيحي،هندوانو او بدهه فقيرانو عادتونه او رسمونه يو شان ښودلي دي (العقيده والشريعه في الاسلام ،عربي ترجمه قاهره ۱۹۴۶ مخ ۴۱ او ورپسې).

    دسياسي ابترۍ پۀ نتيجه کښې د زهد وتقویٰ خيالات ښکاره شول. نو هغې چې کوم اولنے شکل خپل کړو هغه “جهاد” ؤ. هغه جهاد چې پۀ مېدان کښې کفن پۀ سر کولے شي.

    پۀ هر حال تصوف د يو درېم دښمن پۀ څير ميدان ته راغلو. د دوي دعویٰ ده چې حقيقي معرفت د تصوف پۀ ذريعه حاصلېدے شي، د عقل پۀ ذريعه چې د الله معرفت حاصلېږي هغه داسې دے چې د قرائينو نه دا نتيجه اخذ کول چې پۀ کمره کښې دننه څوک دي. او دتصوف د مشاهدې مثال داسې دے چې څوک کمري ته ننوځي او پۀ خپلو سترګو وويني. د صوفيا وېنا ده چې د علم او بحث نه بغېر انسان د مشاهدې حق پۀ پړوۍ قدم ايښودے شي لېکن فلاسفه دا نۀ مني . هغه د تصوف مزے د فلسفې سره تړي. د هغوي مطابق د عرفان وداني د علم و فکر پۀ ستنو ولاړه وه، د علم او فکر سره سره هغه د عملي عقل، او بدني رياضت هم قائيل دي. د مختلفو فلاسفه مطابق درجه د ضرورت سره زيات و کمه کېدې شي.

    ابن طفيل لکه څنګه چې مونږ ته د حئ بن يقظان پۀ ژؤند کښي پۀ نظر راځي نسبتاَ زيات دي. د دې هر څۀ سره د کوم شي چې تصوف اعتراف کوي هغه دا ده چې مشاهده حق يوه داخلي تجربه ده او د عالم محسوساتو نه بالکل مختلفه ده . د يو بل عالم پۀ حقله ده. د دې له کبله دا بيانولے شي يا نۀ شي بيانېدلے. صرف د اشارو او تلميحاتو سره ضرورت پوره کېدے شي. د دې لازمي نتيجه دا ده چې څو حلقو ته ګو محدود شوے دے. د فلاسفه مطابق دلته فطري عقل هم پوره نۀ دے بلکې مکتبي عقل پۀ کار راولي چې د هر چا د وس خبره نۀ ده. مکتبي عقل ځنې وخت شکونه پېدا کوي کۀ چرې اولس د خپل استعداد نه زيات اوچت کړې نو د هغوي د ساده فکر وعمل بنيادونه وخوځي او نتيجه ئې ذهني خلفشار سره سره ټولنيز خلجان او بې لارې کيدل وي. د دې وجې نه فلاسفه وائي چې فلسفه او دين د يو بل سره مخالف نۀ وي البته فلسفه د خواصو د پاره ده او دين د اولس د پاره. دين چونکې فطري عقل مخاطب کوي نو ځکه هغه د هرچا د اطمنان باعث وي. د دې دليل د امام غزالي پۀ قول غټ غټ او زړۀ ته تسلي ورکونکي دي. د دې حکمونه ساده او د مصلحت نه پاک وي ظاهره ده چې پۀ چا بار کېږي نه. د دې مطابق هغه د خپل فکر و عمل د انسانيت صلاح او فلاح قائم ساتلے شي.

  • وړومبۍ ناول نګارې ښځې – رشيد احمد

    وړومبۍ ناول نګارې ښځې – رشيد احمد

    ناول پښتو ادب ته د انګريزي ادب نه نېغ پۀ نېغه د قاضي عبدالرحمان د جان بنيان دناول “دي پېلګرېم پراګرېس” دترجمي “سيرالساليکين” سره راغلو. دغه ترجمه قاضي عبدالرحمان چې پۀ دغه زمانه پۀ بنو کښې مېشتۀ ؤ او د افغانستان نه پۀ کډه راغلے ؤ، فرنګيانو ورته دقاضي عهده ورکړې وه اود پاري لي مهر پۀ خوښه ئې دغه ترجمه پۀ کال ۱۸۷۷ کښې کړې وه اوهم پۀ دغه کال پۀ سرينګر کښې چاپ شوه . او دا رنګه دغه پښتو ادب ته د ناول راتګ دے . ولې لۀ بده مرغه ارادي يا غېر ارادي پۀ دې ناول ډېرو ليکوالو سترګې پټې کړې وې او د اردو ناول “مراةالعروس” او”توبةالنصوح” ترجمې چې پۀ اصل کښې پۀ دوېم او درېم نمبر راځي ئې وړومبۍ ګرځولې، ولې پۀ ډېر کوشش دغه ناول ماته رامعلوم شو اوما پرې د “دوه مياشتنۍ پاڅون” او”دري مياشتينۍ ليکنې” د پاره مقالې ليکلې وې . لنډ بحث مې پرې کړے ؤ . ولې دلته زمونږ موضوع ښځې ناول نګارې دي . نو ځان به دغې ته محدود وساتو.

    دنولسمې صدۍ انګلستان او دور ته ويکټورئين دور يا زمانه وئيلے شي . پۀ يورپ کښې ښځو ته هغه مقام اوحېثيت نۀ ؤ حاصل کوم چې اوس دے. ښځه به پۀ نولسمه صدۍ او د دې نه اګاهو وختونو کښې دکور د څيزونو او شيانو پۀ شان يو شے ګڼلے شو. دوي ته د علم حاصلول اوليکل کول منع وو. پۀ هغه زمانه د ژوند فضا دوه برخې ګڼلې شوه. يوه د کور اوبله د اولس يعنې دکوره بهر عوامي اواولسي ژوند. دښځي نه دا توقع کېدې شوه چې د کور کارونه دې کوي، بچي دې راوړي، دخاوند خدمت دې کوي . داهم ګڼلې شوه چې دښځې بدني ساخت کمزورے دے نو دې ته د هغه کارونو نه ځان ژغورل پکار دي کوم چې سړي کوي . پۀ خلقو کښې دا مشهوره وه چې کله ښځه د نارينؤکارونه شروع کړي نو د دوي پۀ بدن کښې داسې بدلونونه راشي کوم چې دوي د بچو پېداکولو جوګه نۀ پرېږدي .

    پۀ دغه زمانه چې د ښځو لپاره پۀ خصوص کوم ادب تخليق کېدلو هغه دښځو د تربيت لپاره ؤ چې يوه ښۀ هوښياره ښځه داسې وروزلې شي چې د کور ښۀ خدمت وکړي، د بچو ښۀ روزنه وکړي او د خاوند تابعدارۍ ته ژوند وقف کړي . دغه ليکونو يا ادب ته “کورنے ادب” يا کورنے فکشن” وئيلے شول . پۀ انګريزي کښې ورته “Domestic fiction” وائي.

    “کورنے ادب” هغه ادب ته وائي چې د مېرمنواو د پېغلو لپاره ليکلے وي چې يوه ښۀ غوره او باکرداره ښځه ترېنه جوړه شي .

    د دغه زمانې ټول ادب ته چې مونږ ګورو نو هم دغه د ښځو د تربيت او روزنې لپاره ليک دے . دې ته “ناصحانه” ، “تعليمي” يا د “روزنې” ادب هم وئيلے شي چې يوقسم د ښو اخلاقو تعليم پکښې ورکولے شي. پۀ انګريزي کښې ورته “Didactic” ادب هم وئيلے شي . د اردو اولني ناولونه چې مولوي نذير احمد ليکلي دي هم داسې ناصحانه ناولونه دي چې دښځو پۀ تعليم او تربيت پکښې زور راوړلے شوے دے . او ډېر ليکوال ئې دانګريزي ناولونو نه ماخوذ اوترجمې بولي . مولوي نذير احمد چې څومره ناولونه ليکلي دي نو اکثر ئې د دغه تاثر لاندې ليکلي دي .

    کله چې پۀ يورپ کښې تعليم عام شو نو هلته هم پۀ پنځلسمه،شپاړسمه،او اولسمه صدۍ کښې ښځو ته د هېڅ قسمه حقوق نۀ وو حاصل . خو بيا هم د تعليم د رڼا خورېدلو سره هلته ورو ورو دوي هم د تعليم جوګه وګڼلې شوې. دوي ته به د څۀ قسمه ادبي ليک کولو اجازت نۀ ؤ ولې د وخت سره ئې دغه حاصل کړو. کله چې د ناول صنف وده وموندله نو ښځو هم پۀ دې مېدان کښې طبع ازمائي شوروکړه . پۀ اوولسمه صدۍ کښې ديورپ ښځو ناول ليکل پېل کړل او دا وخت خو پۀ زرګونو اولکونو ښځې ناولونه ليکي. دلته اوس ديورپ داولني دور دناول نګارو پۀ حقله لږ معلومات وړاندې کوم .

    1. پۀ يورپ کښې هغه مېرمن چې پۀ وړومبي ځل ئې ناول ليکلے ؤ مېرمن افرا بن وه . چې د کال ۱۶۸۹ پورې ژوندۍ وه . ددې د ژوند د وړومبو ورځو پۀ حقله معلومات نۀ دي ترلاسه شوي اوپۀ تيارو کښې پټ دي . خو وئيلے شي چې دا افريقې ته هم تلې وه او چې بېرته راغله او کونډه شوه نود غربت دلاسه ئې ژوند ګران شو او د ډېرو قرضونو لۀ کبله جېل ته هم لاړه. کله چې د جېل نه راخلاصه شوه نو د امروزه ژوند د ضرورتونو پوره کولو لپاره ئې ليکل شورع کړل او يو ناول “وورو نوکو” يا “شاهي غلام” لپاره ډېره مشهوره شوه . دې د نورو ليکونو سره سره څوارلس ناولونه ليکلي ووچې پۀ ژوندانۀ ئې شپږ ناولونه چاپ شوي اوخوارۀ شوي وو.

    2. مېرمن فيني برني دوېمه ناولنګاره وه چې ناولولنه ئې ليکلي وو. دا د کال ۱۷۵۲ نه تر ۱۸۴۰ پورې ژوندۍ وه . د دې پلار د خپل وخت دموسيقۍ نوموړے ؤ. دې پۀ پېغلتوب کښې ليکل شورو کړل چې دپلار اومېرنۍ مور د مخالفت لۀ کبله ئې پرېښول . ولې زړۀ ئې صبر نۀ شواو دې بيا ليکل شورو کړل او پۀ کال ۱۷۷۸ کښې ئې وړومبے ناول “ايويلينا” خور کړو د کوم له کبله چې ورته پلار د ليکلو اجازت ورکړو. دې پۀ خپله خوښه ليکل زده کړي وو او د هغه زمانې د نوموړي ليکوال ډاکټر سميول جانسن مرسته ورته هم حاصله شوه . دې ته پۀ شاهي کورټ او انګلش ادبي ټولنه کښې ځاے هم ترلاسه شوے شو. د دې ليکوالې درې ناولونه ډير شهرت لري.۱.ايويلينا،۲.سيسيليا،۳. کاميلا . داناول پۀ شپږ ټوکه کښې په کال ۱۷۹۶ کښې خور شوے ؤ .

    3. سارا سکاټ (۱۷۲۳-۱۷۹۵) دې مېرمن د يو تعليم يافته کورنۍ سره تعلق لرلو . پۀ ناخوښه يو سړي ته وادۀ شوه، ژوند ئي سوکاله نۀ ؤ نو بيا خپلې کورنۍ ترېنه ازاده کړه . دا د يوټوپيائي فکر څښتنه وه . پۀ ناولونو کښې ئې دغه فکر جوت دے.

    پۀ يورپ او امريکه کښې ډيرې ليکوالې پېدا شوې چې ليکونه ئې کول ا و ډېرې لويې نامې ئې پېدا کړلې. ما د وړومبي دور دا درې نامې ذکر کړې چې اولنۍ ناول نګارې وي . اوس خو پۀ زرګونو زنانه دي چې ليکل کوي اوناولونه پۀ خصوصې ډول ليکي .

    د اردو ژبې وړومبۍ ناول نګارې:

    غوره به وي چې دلته داردو ژبې وړومبۍ ناولنګاره ولټوو . د اردو ژبې يوه محققه اوڅېړنکاره نيلم فرزانه پۀ خپل کتاب ” اردو ادب کے اهم خواتين ناول نګار” کښې پۀ مخ ۱۷ ليکي چې:

    ” ډاکټر شائسته سهروردي پۀ خپل کتاب Critical study of Urdu Novel کښې ليکي چې محمدي بېګم د اردو ژبې وړومبۍ ناول نګاره ده”

    دلته به ستاسو د دلچسپۍ لپاره هم ووايم چې محمدي بېګم د ښځو د تربيت او اصلاح لپاره پۀ اردو کښې اووۀ ورځنۍ “تهذيب نسوا” رساله پۀ کال ۱۸۹۸ کښې جاري کړې وه .

    دلته يوه بله خبره هم د ذکر وړ ده او هغه دا چې نيلم فرزانه د ډاکټر سيد ظفر اقبال د تحقيق “بهار مين اردو نثر کا ارتقاء” پۀ حواله ليکي چې:

    “رشيد النساء وړومبۍ ښځه ده چې پۀ اردو کښې ئې وړومبے ناول وليکلو. د دې ناول نامه “اصلاح النساء” وه او پۀ کال ۱۸۸۱ کښې خور شو. دوي وړاندې ليکي چي د دې کتاب پۀ ديباچه کښې ۱۲ جون ۱۸۹۴ درج دے”.

    نيلم فرزانه هم د خپل کتاب پۀ دغه مخ وړانډې ليکي چې د دې نه وروستو د مسز مولوي سراج الدين ناول “ناول دکن” دسرخط لاندې پۀ رساله “خاتون” کښې پۀ کال ۱۹۰۵ کښې پۀ قسطونو کښې خور شو.

    دا مېرمن ليکي چې د دې نه وروستو خو بيا ډېرې نامې مخې ته راځي او ډېرې ناول نګارې پېدا شوې. لکه اکبري بېګم،نذر سجاد،عباسي بېګم، عصمت چغتائي اوداسې نورې ډېرې نوموړې ليکوالې.

    پۀ يورپي ژبو کښي دا وخت د ښځو ناولنګارو شمار د حساب نه بهر دے اوهم داسې پۀ اردو ژبه کښې ډېر زيات ناولونه تخليق کېږي . ولې پښتو ژبې ته د ناول د راتګ د سلو کالو نه زيات وشول، اول خو پۀ پښتو کښې ناولونه ډېر کم ليکلے شوي دي او بيا د ښځو ناولنګارو شمار خو اوس هم لسو ته نۀ رسي. دا وخت پۀ پښتو ژبه کښې دا ناولنګارې معلومې دي .

    پښتنې ناولنګارې مېرمنې او د هغوي ناولونه

    شمار ناول نګاره ميرمن دناول شماره دناول نامه کال خورونکي
    ۱ تاج خټک ۱ پېټے ۱۹۷۵ يونيورسټي بک ايجنسي پيښور
    ۲ کبرامظهري ملورو ۱ سپوږمئ ۱۹۷۷ دهيواد ورځ پاڼې خورونه
    ۳ صفيه حليم ۱ ځبېښاک ۲۰۰۲ ليکواله پخپله
    ۲ دنيا ۲۰۰۵ سماخپرندويه اداره ننګرهار
    ۳ سواستو ۲۰۱۲ مومند خپردويه ټولنه
    ۴ ډاکټر سلمیٰ شاهين ۱ کۀ رڼا شوه ۲۰۱۰ ليکواله پخپله
    ۵ سيده حسينه ګل ۱ ملکه ۲۰۱۱ وارث خان ناياب
    ۲ وختونه ۲۰۱۵ دافغانستان ملي تحريک
    ۶ عارفه عمر لور بشير ۱ ماته سيپۍ ۲۰۰۴ ليکواله پخپله
    ۲ دوادۀ پر سبا ۲۰۱۰ سپين غر کلتوري يون
    ۳ ستومانه تېښته —- ——
    ۴ شامتوره ۲۰۱۷ دانش خپرندويه ټولنه کابل
    ۷ رقيه سلطاني ۱ يتيمه ۲۰۱۴ مومند خپرندويه ټولنه
    ۸ رفعت پروين ۱ تته ډيوه ۲۰۰۰ پښتو ادبي سوسائټې اسلام اباد
    ۹ وږمه سبا عامر ۱ بنګړي واله ۲۰۰۶ دانش خپرندويه ټولنه پيښور
    ۲ جنت کوټ ۲۰۱۰ ليکواله پخپله
    ۳ جنجال ۲۰۱۳ مومند خپرندويه ټولنه
    ۴ طالب جان ۲۰۱۴ مومند خپرندويه ټولنه ننګرهار
    ۵ دمينې قيصه —-
    ۱۰ هما ظفر احمد زۍ ۱ ماڼو ګله ۲۰۱۳ اورنګزيب ظفر احمد زے
    ۱۱ فرشته سيدي ۱ دهديرې ناوې ۲۰۰۹ ليکواله په خپله

    د دغه يوولسو ليکوالو مېرمنو نه علاوه کۀ نورې ناولنګارې وي نو تر ما ئې څۀ خبر نۀ دے رارسېدلے اونۀ ئې ناولونه ماته معلوم دي .

    بغاوت يا بدلون

    د وخت او زمانې تېرېدلو سره سره د ښځو پۀ فکر کښې بدلون راغلو او هغوي کښې شعور پيدا شو. ښځو ليکوالو دا وښودل چې هغوي د سړونه کمې نۀ دي . او د جسماني ساخت تميز پۀ صلاحيت کښې د تفاوت سوب نۀ شي کېدلے لکه څنګه چي په نولسمه صدۍ يا ويکټورين دور کښې دا تصور ؤ چې ښځې د نارينه نه پۀ صلاحيتونو کښې کمترې دي او وجه هم هغه چې سړے طاقتوردے پۀ بدني او ذهني لحاظ سره (رينډل ۱۹۸۵) . يو ليکوال جان سټوارټ مل وئيلي وو چې په دوي کښي د نوي اختراع صلاحيت مفقود وي نو ځکه به دوي (ښځې) تل نقل کوي اوڅۀ نوې نۀ شي اختراع کولے. (شلواټر۱۹۷۷).(ټينا سيف ۲۰۱۵).

    پۀ دغه دور کښې ډېرو ښځو ليکوالو دغه فکر ته چېلنج ورکړو. لکه چې وئيلے شول چې د ښځو ځانله حلقه يا دنيا ده چې دسړو نه مختلفه ده او ترکوره محدوده ده . لکه چې يوه ليکواله باربار لي سميت بوديکن(۱۸۵۷) پۀ خپل ليک “ښځې اوکار” کښې وليکل چې:

    ” هراړخ ته نعرې دي چې ښځې بې اطمينانه (غېر مطمئن) دي، پۀ کار کښې سستې دي،کار پرې ډېر دے، بس يو الله خبر دے چې د هر انسان ځانله دنيا ده”.

    ددې نه پۀ هغه زمانه د ښځو مسئلې ښکاره کېږي . دا وئيلے شول چې ښځو ته هغه کارونه کول نۀ دي پکار کوم چې سړي کوي او پۀ دې کښې دکتاب لوستل هم شامل وو. پۀ دغه زمانه به ښځو ته د څۀ خاصو کتابونو لوستلو اجازت ؤ. او هغه کتابونه چې د نارينه لپاره وو دوي ته د لوستلو اجازت نۀ ؤ.

    نولسمې صدۍ ته دښځو ناولنګارو زمانه هم وئيلے شي ځکه چې پۀ دغه زمانه ډېرې نوموړې ناولنګارې پېدا شوي لکه جين اسټين،جارج ايليټ،الزبت بيريټ براونينګ،الزبت ګيسکل، ميري شيلي اوبرانټے خوېندې . دا يوڅو نومونه دنمونې پۀ ډول راوړل شول چې پۀ دغه زمانه ئې د روايت نه بغاوت وکړو . دوي ته مخې ته ډېر خنډان راغلل ولې دوي د هر څۀ مقابله وکړه .

    برانټے خوېندو، الزبت ګيسکل پۀ ډاګه د هغه وخت د رواياتو (کړنلارو) مخالفت وکړو. دوي د خپلو هيروئينانو پۀ کردار کښې دنيا ته وښودله چې زنانه يا ښځې جذبات هم لري اوطاقتورې هم دي . دوي دا هم ووئيل چې ښځې پۀ کورنۍ حلقه يا سپئير کښې مقيد کړے شوي دي کۀ چرې دوي ته موقع ورکړې شي نو دوي پۀ اولسي کارونو او خدمتونو کښې هم لويه ونډه اچولې شي. او هم داسې دې زنانه ليکوالو هغه قيود او شرطونه چېلنج کړل چې کله پۀ خپله پۀ اولسې دائره کښې پۀ خپله داخلې شولې .

    يوه بله خبره دا وه چې ډېرو زنانه ليکوالو د دغه محدود سوچ لۀ کبله پۀ فرضي نومونو هم ناولونه وليکل لکه جارج ايليټ اوبرانټے خوېندو چې کړي وو. اين برانټے د “ايکټن بل” د فرضي نوم سره خپل کتاب خور کړےؤ .ايملي برانټے خپل ناول “وودرنګ هائيټس” د”ايليس بل” د فرضي نوم سره خور کړے ؤ . دې مېرمنو ځکه د سړو د فرضي نامو سره خپل ناولونه شائع کړي وو چې د هغه وخت د ټولنې قدغنونه ئې د لارې خڼډان وو. يوه بله وجه دا وه چې خلقو ته پته نۀ وي نو د سړو د ليکلو ناولونو اوکتابونو سره به يو شان خوارۀ شي او مقابله به وکړي.

    دلته ددې ليکلو مقصد هغه خبره پۀ ډاګه کول وو چې ښځو ليکوالو ته پۀ يورپي معاشره کښې پېښه وه او پۀ نولسمه صدۍ کښې هم . پۀ يورپي ملکونو کښې د ناول د ترقۍ سره ډېر انقلابونه راغلي دي .

    پۀ يووخت خو د ښځو ليکونه دومره مشهور او مقبول شول چې بيا سړو ليکوالو هم د ښځو پۀ فرضي نامو ناولونه ليکل چې داسې ئې ناولونه پۀ مارکيټ کښې مقابله وکړي .

    د پښتو ژبې وړومبۍ ناول نګاره:

    پۀ پښتو ژبه کښې وړومبے ناول د تاج خټک ليکلے ناول “ُېټے”دے . چې په کال ۱۹۷۵-۷۶ کښي چاپ شوے اوخور شوے دے. تاج ختک خپل ټول ليکونه هم پۀ دغه نامه کړي دي . پۀ کال ۲۰۱۱ کښې ددې نوموړې خور د شعرونو مجموعه د”سوز” پۀ نامه چاپ شوه . لوستونکي اندازه کولې شي چې دکال ۱۹۵۷-۷۶ او ۲۰۱۱ ترمينځه لويه موده او فاصله ده . دا نوموړې د يوې درنې مذهبې او سياسي کورنۍ سره تعلق لري . د دوۍ ناول هم دپښتنو ښځو پۀ مسئلو ليک دے چې کۀ پۀ وسيع نظر ورته وګورو نو د دوي مفکوره او برانټے خوېندو مفکوره يو شان دي . صرف پۀ څرګندونه کښې ئې فرق دے چې زيات سوب ئې ټولنيز جوړخت دے. لکه څنګه چې دنولسمې صدۍ پۀ يورپ کښې پۀ ښځو قدغنونه وو نو د دې سيمې حالات ترېنه مختلف نۀ دي. هم هغه فکر چې د ښځو پۀ حقله درې سوه کاله اګاهو پۀ يورپ کښې ؤ پۀ يويشتمه صدۍ کښې د پښتنو پۀ سيمه هم دے .

    دتاج خټک نه وروستو يو بل ناول د”سپوږمۍ” پۀ نامه په کابل کښې پۀ کال ۱۹۷۷ کښي کبرا مظهري ملورو چاپ کړو. د هغې نه وروستو تر دې دمه د ليکوالو نامې تاسو اګاهو لوستلې دي .

    اوس خو خوئېندو ته ډېره ازادي ده او ښې ليکوالې رامينځ ته شوي او شعري مجموعې اوافسانې ليکي اوخوروي. تمه کولے شو چې ناول ته به هم ښۀ توجو ورکړي او پۀ دې ميدان کښې به خپل صلاحيتونه ښکاره کړي .

    پۀ دې مقاله کښې د دې مقالو اوکتابونو نه اسفاده شوې ده:

    ۱. رشيد احمد “دپښتو ناول پۀ وده کښې د مېرمنو برخه”، پښتو اکيډېمي کوټه.

    1. Tina Sif Sindradottir, Ninteenth CenturyWomen writer and The Challenge of Gender Roles, Univesity Of Iceland School of Humanities Department of English, 2015.

    2. Nancy Armstrong,Desire and Domestic Fiction,Apolitical History of novel, Oxford University press New Yark ,1987.

    3. Theories of the Novel An Overview,

    4. Effects of Domestic Fiction. (Available online).

    5. Wendy Griswold,American Character and American Novel: An expansion of reflection Theory in the Sociology of Litrature.AJS volume 86 Number 4. 2013.

    6. Virginia Woolf, Women and Fiction,the forum,March1929. (Available online).

    7. Lucien Goldmann,Towards a Sociology of the Novel. (Available online).

    8. Women Writers ,17th, 18th and 19th century ( available online).

    9. Megian Gates Goodyer, literary Theory,The novel and Science Media, Thesis, Montana State University Bozman,Montana,2008.

    10. Franco Moretti, The Novel: History And Theory, New left Jreview 52 July Aug 2008,page 111-124.

    11. Irene Visser,Heidi Van denHeuvel-Disler,Family Fiction,The family in contemporary Postcolonial LItratures in English,August 2005, CDS Research Report No 23.

    12. Gillen Beer ,The English Novel In History 1950 -1995,Steven Oconner London and new Yark,1996.

  • د نړۍ وړومبے ناول – رشيد احمد

    د نړۍ وړومبے ناول – رشيد احمد

    بنيادم پۀ قيصو ډېر مئين دے. قيصه ئې خوښه وي او اوري ئې هم. پۀ پخوانۍ زمانه کښې چې وخت به ډېر ؤ، ژوند سخت او ساده ؤ نو د طبيعت دخوشحالولو، دټولې ورځې دکارونو دستومانۍ ويستلو لپاره به پۀ کورونو کښې ماشومان او پۀ حجرو، بېټکونو اونورو ځايونو کښې سړي اولوي هلکان راغونډ وو اوقيصې به ئې کولې او اورېدلې. دغه قيصې کۀ به هرڅومره ماوراء وې او پۀ هر ډول چې وئيلے شوې مقصد ئې د ماشومانو اوځوانانو روزنه وه او د راتلونکي سخت وخت دپاره تيارول وو او هغوي ته د نړۍ دنورو سيمو او خلکو پۀ حقله معلومات ورکول وو. دغه رنګ دقيصې اوقيصه ګوئۍ صنف وده کوله .اوپۀ دوه ډوله بيان مخې ته راغلو يو منظوم اوبل منثور. يعنې يو شاعربه ټوله قيصه پۀ شعرونو کښې کوله او د سوز ساز سره به ئي هم وئيله. ځينې قيصه خوانو به پۀ نثري انداز کښې وئيله اوځينې داسې قيصې هم وې چې دموقعې پۀ مناسبت سره به ئې په منثور اومنطوم دواړه ډوله قيصه بيانوله چې خوند اومزه ئې زياته شي. دا داستانونه به اکثر ډېر اوږده وو. قيصه ګو به دخپل فن د قدر پېدا کولو لپاره قيصه اکثر پۀ داسې ځاے ختموله چې خلک به ورته لېواله وو او بله ورځ به ئې دهغه ځاے نه بيا شورو کوله اوداسې به پۀ هفتو اومياشتو داقيصې روانې وي . او ډېر لوئې لوئې تخليقونه مېنځ ته راغلل چې نړيوال اولسي ادب ئې ډېر غني کړو. لکه دعربۍ فارسۍ هزار داستان تخليق شو، انوار سهيلي، اوداسې پۀ ډېرو ژبو کښې داداستانونه تخليق شول، ادم خان درخانۍ،موسیٰ خان ګلمکۍ اوداسې نور.

    کله چې د وخت سره انسان ترقي کوله نو دې داستانونو کښې جدت راتلو، لکه غنائي ادب هم تخليق شو، داسې داستانونه چې سندرغاړو به وئيل. ورو ورو دترقۍ او پرمختګ سره سره او د وخت د تقاضو مطابق ددې وخت کم شو اوتردې چې لنډې افسانې ته خبره راورسېدله، بل اړخ ته يو بل صنف د ادب مېدان ته راغلو چې اوس ورته ناول وئيلے شي.

    دعلم د خورېدلو سره سره پوهانو اوعالمانو د خپلو نظرياتو د خورولو لپاره د داستاني ادب نه استفاده کوله. پۀ خصوصي ډول داسلام خورېدلو سره سره چې کله دنورو قامونو اومذهبونو قيصې عربۍ ته ترجمه شوې، ورسره ورسره دهغوي مذهبي، معاشي اومعاشرتي نظريات اوفلسفې راغلې، مسلمانانو ولوستلې او استفاده ترې نه شورو شوه. نو پۀ دې د اولس پوهه کولو لپاره د داستان يا قيصه ګوئۍ صنف غوره وګڼلے شو.

    پۀ نړيوال ادب او تاريخ کۀ چرې نظر واچولے شي نو ماورائي ادب اخوا کول او پۀ هغې کښې د حقيقي انسان حقيقي مسئلې بيانول هم لويو لويو فلاسفه اوديني عالمانو لکه ابن سينا او ابن طفېل پېل کړل. ابن طفېل وړومبے فلسفي اوعالم دين دے چې يوه لويه مسئله، فلسفيانه، مذهبي اومعاشرتي ئې پۀ ډېر ساده انداز کښې دقيصې پۀ ډول بيان کړۀ. د هغۀ کرادارونه پۀ اولس کښې مقبول وو او د حقيقي ژوند نه ئې منتخب کړي وو اود ژوند حقيقي مسئلې ئې پکښې بيان کړې وې. دغه کتاب اوس زمونږ سره دے. د ابن طفېل دغه کتاب چې کله يورپي ژبو ته ترجمه شو نوددې پۀ تاثر کښې يورپي فلاسفه اومذهبي عالمانو ناولونه هم ددغه مقصد لپاره وليکل.

    ناول

    ناول د داستاني ادب جديد صنف دے او د جديد وخت او زمانې د تقاضو اوغوښتنو سره سم حقيقي قيصه لري نور کردارونه او واقعات به فکشن وي. پۀ پخوانو داستانونو کښې به ماورائي طاقتونه اوهيروګان موجود وو او په قيصه کښې به ئې رنګ اوخوند پېدا کولو ولې پۀ موجوده زمانو او ناولونوکښې اوس څوک دومره وخت نۀ لري چې اوږدې قيصې واوري اوماورائي طاقتونه پۀ جنګ وويني .اوس انسان پۀ ناول کښې د خپل حقيقي ژوند هېنداره ليدل غواړي . ناول دغه ټولې تقاضې پوره کوي . دا د انساني حقيقي ژوند عکاسي کوي او حقيقي انسان ته پېښ حالات بيانوي هغه کې ښۀ وي اوکۀ بد. د هغې دپېښېدلو علتونه بيانوي،اغېزه ئې ښائي اود مخنيوي دپاره ئې عوامل پۀ ګوته کوي.

    يوه مغالطه

    پۀ پښتو ادب کښې پۀ عمومي ډول ليکوال پۀ دې عقيده دي چې وړومبے ناول پۀ يورپ کښې ليکلے شوے ؤ اوداسې څۀ لسو خواو شا ناولونه پۀ دې قطار کښې ايښودلي شوي چې دوه ناولونه پکښې دادي؛ د ډېنيئل ډېفو “روبنسن کروز” اود جان بنيان ” دي پلګرېم پراګرېس”. دادواړه ناولونه پۀ اوولسمه او اتلسمه صدۍ عيسوي کښې ليکلے شوي دي. جان بنيان پۀ کال ۱۶۷۸ کښې خپل ناول خور کړے ؤ او ډينيئل ډېفو پۀ کال ۱۷۱۹ کښې چاپ کړے ؤ. داتفاق خبره ده چې دجان بنيان ناول”دي پلګرېم پراګرېس” د”سيرالسالکين” پۀ نامه پښتو ته ترجمه شوے دے اودپښتو وړؤمبے ترجمه شوے ناول دے.

    د ډېنيئل ډېفو ناول ” روبنسن کروز” ته اکثر ليکوال وړومبے ناول وائي او ډېر ليکوال وائي چې داناول د ابن طفېل دناول د يوې قيصې چې پۀ دولسمه پېړۍ ميلادي کښې ئې ليکلے ؤ پۀ تاثر کښې ليکلے شوے دے. دابن طفېل کتاب پۀ کال ۱۶۷۱ کښې اېډورډ پوسک لاطيني ژبې ته ترجمه کړے ؤ او سائمن اوکلے پۀ ۱۷۰۸ کښې انګريزي ته ترجمه کړے ؤ. د ابن طفېل دې کتاب يا ناول ديورپ پۀ منورين دور کښې مهم رول لوبولے ؤ اود هغه وخت ټول فلاسفه ئې متاثړه کړي وو. دډېنيئل ډېفو د ناول قيصه ددې قيصې سره ډېر زيات يوشان والے لري. د دواړو ناولونو هيروګان د تنهايۍ ښکار وي اودتنهايۍ ژوند تېروي.

    دابن طفېل ناول(۱۲۰۰ ميلادي يا عيسوي کال)

    دابن طفېل دغه قيصه چې هغوي پۀ دولسمه صدۍ ميلادي کښې ليکلې وه پۀ وړومبي ځل ديو حقيقي انسان دحقيقي مسئلو قيصه ده. زمان مکان اوواقعات لري اوهېڅ ماوراء خيالات پکښې نشته. دنړۍ دتاريخ وړومبۍ قيصه ده چې ټول کردارونه ئې حقيقي انسانان دي. پۀ دې کښې دناول دهيرو زېږون لپاره اول دوه واقعات بيان شوي دي.

    ابن طفېل دغربي اسلامي نړۍ پۀ ابن باجه پسې دوېم فلسفي ؤ چې شاهي طبيب ؤ او پۀ دربار کښې ورته خاص مقام حاصل ؤ. هغوي فلسفه لوستلې وه اوهغه وخت د مروجو عقايدو نه خبر ؤ. بادشاه به پۀ خپل دربار کښې دخاصانو سره پۀ فلسفيانه موضوعاتو اومسئلو بحث کولو ولې پۀ اولس کښې ئې سخت مخالف ؤ اوداسې خلکو له به ئې سزاګانې ورکولې چې پۀ اولس کښې به ئې پۀ ډاګه فلسفيانه مباحث کول.

    ابن طفيل پۀ هغه زمانه ډېرې رسالې او کتابونه ليکلي دي ولې ټول د وخت پۀ ګردونو کښې ورک دي صرف يو کتاب يا رساله چې دلته د بحث لاندې ده پۀ مکمله توګه بچ پاتې شوې ده. د دې نامه “حي بن يقظان” ده. داکتاب ما پښتو ته ترجمه کړے دے او ډېر زربه انشاالله لوستونکو ته وړاندې شي.

    ابن طفېل پۀ خپل کتاب کښې د “المتفرد المتوحد” نظريه يا اصطلاح وړاندې کړې ده. پۀ دې بنياد چې يو انسان د زېږون نه پس يواځے پاتې شي نو ايا هغه خپل مادي اوروحاني ضرورتونه پوره کولے شي کۀ نه؟ ددې خبرې پۀ فلاسفه کښې پۀ هغه زمانه دابحث ؤ چې د وخت تېرېدلو سره دانسان د فطري عقل سره مطابقت پېداکولو کښې د اسلام پۀ شان کښې څۀ کموت نۀ راځي. اسلام يو همه ګير مذهب دے اوانسان ته دعلم حاصلولو، پۀ قران دپوهېدلو او پۀ هغې کښې دغورکولو بلنه ورکوي. کۀ څوک داسې کوي نو الله ته رسي اود کائنات پۀ پټو رازونو خبرېږي. الله تعالیٰ انسان ته د خېر و شر دپېژند ګلو يو فطري صلاحيت ورکړے دے دکوم پۀ برکت چې هغه داخلاقي نظام اوشريعت پۀ تکل کښې پرېوځي.

    دابن طفېل پېژندګلو

    دابن طفېل پوره نوم ابوبکر محمد بن عبدالملک ابن طفېل القېس دے . دے د دولسمې صدۍ عيسوي پۀ وړومبو کښې خواوشا ۱۱۸۰ او ۱۱۱۰ ترمېنځه دغرناطه پۀ خواکښې پۀ وادي اتش کښې زېږېدلے ؤ. د هغوي د ژوند وړومبي حالات د وخت پۀ ګړدونو کښې پټ دي. خو ځينې مصنفين (ليکوال) او تاريخ دانان وائي چې هغوي دخپلې زمانې مروج علوم حاصل کړي وو. پۀ طب، رياضي، فلسفه، شعر و ادب، فلکيات او نورو علومو کښې ورته څرګنداوجوت مقام حاصل ؤ. ابن خطيب پۀ فن کښي دهغوي ددوه کتابونو ذکر کوي.

    • عبدالواحد نوموړے سپيني مورخ دهغوي پۀ فلسفه طبيعات اوفلسفه الٰهيات دڅوکتابونو ذکر کوي. (تاريخ فلسفه اسلام ازلطفیٰ جمعه(ترجمه) مخ ۱۳۳)

    • دغه شان ابن ابي اصيبه (Asiba) دابن رشد پۀ حواله دابن طفېل د يو کتاب “في البقع المسکونه والغير المسکونه” ذکر کړے دے.

    • ابو اسحٰق تبروجي مشهور فلکيات دان دے اودبطليموس دنظام غلط ثابتولو کوشش دے . پۀ خپل کتاب کښې ليکي :

    “اے وروره تا ته معلومه نۀ ده چې زمونږ استاد قاضي ابوبکر ابن طفېل فرمائي چې هغوي دحرکاتولپاره يو خاص نظام وضع کړے دے اودکوم نظام اتباع چې هغوي کوله هغه دبطليموس دنظام مختلف اوجدا وو” (تاريخ فلسفةالاسلام ازلطفي جمه(ترجمه) ۱۳۴

    خو د علم و هنر د محرومۍ له کبله د ابن طفېل دغه ټول کتابونه ورک دي ولې صرف د “حي بن يقظان” شهرت اومقبوليت پۀ خپل ځاے جوت دے اوترقيامته به دهغۀ نوم دفلسفې اوحکمت پۀ دنيا کښې تل ترتله ژوندے وي.

    ابن طفېل پۀ دنياوي ژؤند کښې هم لوے مقام موندلے ؤ،قاضي ؤ د خليفه ابويعقوب د دربار خاص سړے ؤ. د هغوي پۀ وجه نور ډېر عالمان اوپوهان وائي چې ګورنر هم پاتې شوے ؤ. ابن رشد د خليفه ابو يعقوب دربار ته دوي رسولے ؤ.

    کله چې پۀ کال ۱۱۸۴ کښې خليفه ابويعقوب د سنيريم (پرتګال) پۀ محاصره کښې زخمي شو او بيا وفات شو نو ابو يوسف المنصور خليفه شواودابن طفېل پۀ مرتبه کښې څۀ فرق رانغلو اوداتيا کالو پۀ عمر (۱۱۸۵)کښې وفات شو. خليفه ئې پۀ خپله دجنازې مونځ ادا کړو او پۀ عزت اودرناوي سره ئې ښخ کړو.

    دابن طفېل فکر:-

    ابن طفېل د فلاسفه اسلامي اولنۍ ډلې فلسفي ؤ. دخداے د تصور پۀ حقله هغه دهاغه فلسفې نه اغېزه مومي کوم چې د معتزله وه . پۀ دوي کښې ځينې صفات سلبي مني او د صفات اثباتي نه منکر ؤ.

    ابن طفېل ددې رايې قائل دے چې صفات اثباتي پۀ خاصه توګه علم اوقدرت دالله ذات دے. لېکن د ذات نه جدا نۀ دي.

    د خداے پۀ باره کښې چې “حي بن يقظان” کوم حدونه مقرروي اوڅنګه چې حېوان او ونې بوټي د افت نه بچ ساتل خپل فرض ګڼي، پۀ دې خيالاتو کښې د هندي فلسفې اغېزه جوته ده. دا خيال د بغداد پۀ زرين دور کښې پۀ علمي اوتمدني هلو ځلو کښې خوارۀ شوي وو. پۀ دغه زمانه هندي اوبدهـ عالمان پۀ بغداد کښې موجود وو او دا څۀ لرې خبره نۀ ده چې مسلمانان ددوي دفلسفې او ژوند نه ښۀ خبر وو.

    ځينې خلک وائي چې ” اور” ته چې ابن طفېل کوم اهميت ورکوي دا د ايراني فلسفې اثر دے . خو مونږ وينو چې “اور” صرف “حي بن يقظان” دخپل ضرورت سره سم استعمالوي اوزيات اهميت نۀ ورکوي.

    دحي بن يقظان دژوند اولنے پړاو هغه يقين دے چې ټول وجود د يوکار ساز لۀ کبله دے . دوېم پړاو د هغۀ خپل ذات دے چې کله هغه د خپل ذات اوذات حق پۀ حقله تصور قائموي . اوبيا درياضت پۀ ذريعه د حق مشاهده کوي. درېم پړاو هغه دے چې کله دابسال سره ليدل کتل کوي.

    د ارسطو د فلسفې يو اړخ داسې دے چې د اسلام سره ډغره خوري يعنې د”عالم” دقدامت نظريه” . ځکه نو معتزله اود هغوي مخالفانو دواړو ددې پۀ رد زور لګولے ؤ.

    ابن طفېل وائي چې پۀ هر دواړه حالته کښې مرکزي حقيقت پۀ خپل ځاے قائم وي” چې ددې عالم چلوونکے شته”

    ددې کتاب ترجمې

    دې کتاب پۀ عربي او يورپي ادب ډېره اغېزه اچولې ده . پۀ اوولسمه اواتلسمۀ صدۍ (۱۷۰۰-۱۸)عيسوي کښې پۀ يورپ کښې د ټولونه زيات خرڅېدونکے کتاب دے .ددې کتاب پۀ کلاسيکي اسلامي فلسفه اود يورپ پۀ جديده فلسفه ژور اثرات ليدے شي . د دې لۀ کبله پۀ يورپ کښې سائنسي انقلاب ترقي کړې وه او د يورپ پۀ منور کېدلو کښې دانقلاب سرخېل ؤ. د دې ناول فکر اوبنيادي فلسفه ترکافي حده پورې يا د دې ناول اثر مونږ ته تر پوره حده د تهامس حابس(Thomas Hobbs)،جان لوک(John Locke) ،اسحاق نيوټن او ايمنويل کانټ پۀ کتابونو کښې جوت ښکاري . د دې کتاب لاطيني ترجمه د ( philosophus Autodidactus) پۀ نامه پۀ کال ۱۶۷۱ عيسوي کښې شوې وه چې ايډورډ پوسک(Edward Pocoke ) کړې وه . وړومبۍ انګريزي ترجمه سائمن اوکلے (Simon OckleY) کړې وه چې پۀ کال ( ۱۷۰۸) کښې خوره شوه . دې ترجمې شائد چې ډېنئيل ډېفو (Daniel Defoe) متاثره کړے ؤ او روبنسن کروز ناول ئي وليکلو کوم چې پۀ انګريزي ادب کښې وړومبے ناول ګڼلے شي . دې ناول جان لوکے پۀ کال ۱۶۹۰ کښې تهپ وهڅولو چې An EssaY Concerning Human Understading (1690) وليکي او Tabula Raser فکر ئې وړاندې کړوکوم چې ديورپ د جديدې فلسفې (Empericom) سوب شو. دځينې پوهانو خيال دے چې داکتاب دامام غزالي دتهافة پۀ جواب کښې ليکلے شوے دے.

    ددې کتاب شوې ترجمې اود هغې تفصيل

    ۱. لاطيني مع نص عربي از Po Cocke ۱۶۷۱

    ۲.انګريزي از Georg Eieth (Quacker) ۱۶۷۴

    ۳. انګريزي George Aashwell ۱۴۰۸

    ۴. ” انګريزي Simon ockley ۱۷۰۸

    ۵ . برانيل BRonnle ۱۹۰۴

    ۶. فرېنچ ژبه مع عربي نص leoh Gautheir ۱۹۰۰

    ۷. سپانش ژبه Ponsy Biogues ۱۷۲۶

    ۸. جرمن ژبه ۱۴۷۲

    ۹. روسي ژبه SDB ۱۷۰۱

    ۱۰. روسي ژبه J Kuzmin ۱۹۲۰

    ۱۱. . روسي ژبه Angel Gonxlex Palencia ۱۹۳۶

    ۱۲ ډاکټر سيد محمد يوسف اردو ۱۹۵۵.

    ۱۳. ديو خبر مطابق ددې اردو ترجمه پروفېسر فدا علي خان پۀ ۱۹۰۶ کښې کړې وه او پۀ مجله “دلګداز” کښې پرې عبدالحليم شرر يو مضمون ليکلے ؤ.

    ۱۴.. دا پښتو ترجمه چې ستاسو پۀ لاسو کښې ده، د پروفېسر محمد يوسف سيد (۱۹۵۶) دکتاب نه شوې ده .

    ۱۵. پښتو ترجمه،رشيد احمد،۲۰۲۰ چې ډير زر به ستاسو په لاسو کښې وي .

    دابن طفېل داکتاب “حي بن يقظان” ما پۀ خپله داردو نه ترجمه کړے دے چې ډېر زر به لوستونکو ته وړاندې شي. دا کتاب پۀ ډېرو مسئلو بحث کوي او ډېر مسائل ئې حل کړي دي. دا کتاب ډېر پخوانے دے ولې مسائل اوس هم شته . پۀ دې کښې پۀ تصوف اود هغې د سلوک پۀ منازلو او د هغې سرته رسولو باندې پوره بحث شته چې بين السطور ليکوال وړاندې کړے دے. ليکوال دعویٰ کوي چې دا زما خپله تجربه ده .ابن طفېل ګوچې کله کله پۀ امام غزالي تنقيد کوي ولې نور د هغوي نه متاثره ښکاري . او امام غزالي داسلام اودين لوے عالم ګڼي . پوهان وائي چې دغزال يعنې هسې خيال ئې دهغۀ دنامې نه اخستلے دے او پۀ صحيح معنو کښې ئې معلم اواستاد ګڼي . ولې ځينې پوهان دادعویٰ هم کوي چې دا د امام غزالي د کتاب “تهافة الفلاسفه” پۀ جواب کښې ليکلے شوے دے . ددې لارې سالکين ترې نه استفاده کولے شي . پۀ دې کتاب کښې دځينې صوفيانه نظرياتو رد هم شوے دے ولې پۀ باريکو نکتو هغه لوستونکي زيات پوهېږې چې دتصوف او فلسفې پۀ خصو صي ډول د اسلامي فلسفې اوفکر نه خبر وي .

    داکتاب مونږ ته بلنه راکوي چې د خپل دين نه ځان خبر کړو،پوهه پرې حاصله کړو ځکه چې اسلام دپوهېدلو بلنه ورکوي . قران دپوهې اوعمل بلنه ورکوي اوهرچاته ئي ورکوي . داپۀ دنيا اواخرت دواړو دکاميابۍ وسيله ده خو شرط ئې پوهه ده. زمونږ دټولو مسئلو حل پۀ قران کښې دے خو هله چې ځان پرې پوهه کړو، عمل پرې وکړو. پۀ صحيح معنو کښې هغه اسرار معلوم کړو چې قران ئې بيانوي . قران دانسان دترقۍ راز پۀ علم کښې ښائي.

  • د حسن حقيقت (جماليات) – رشيد احمد

    د حسن حقيقت (جماليات) – رشيد احمد

    ښائست،ښکلا يا حسن هرڅوک پېژني اودهرچا ښائسته څيز خوښ وي . خو کۀ دچانه تپوس وکړې چې ښائست څۀ شے دے؟ نو هغه پرېشانه شي اوخپل مطلب بيانول ورته ګران شي . ښائست ياحسن ته جمال هم وئيلے شي.

    “جماليات” د “جمال” جمع ده چې ښائست يا حسن ته وئيلے شي او په اصطلاح کښې “جماليات” دحسن يا ښائست د مطالعې دپاره هم پکارولے شي يعنې دحسن فلسفې ته جماليات وئيلے شي . حسن پۀ خپله څۀ شے دے اوچاته به ښائسته وايو اوچاته به “بدرنګه” وايو؟ دښائسته معيار به څۀ وي؟ چې ټول ورته ښائسته ووائي. ځکه چې دهر چا خپل خپل معيار دے. وائي چا مجنون ته ووې چې دا لېلي خو تکه توره ده، ستاولې دومره خوښه ده؟ نوهغۀ پۀ جواب کښې ووئيل چې زما پۀ سترګو ورته وګوره. يو هغه حسن دے چې هرڅوک ورته ښائسته وائي. بل هغه حسن دے چې اختلاف ولري. د هر چا دخوښې خپل خپل معيار وي يا دهرچا خپل خپل جمالياتې ذوق وي.

    پوهان اوفلاسفه پۀ دې حقله څۀ وائي اوڅنګه ئې بيانوي ؟ پۀ هر دور او زمانه کښې فلاسفه دې ته پۀ خپل نظر کتلې دي، پۀ قديم کښې يوناني حکما اوفلاسفه پۀ دې حقله خپل فکرونه اونظرونه بيان کړي دي . دلته ورته انتهائي لنډه کتنه کوو. حسن هغه احساس دے چې ليدونکي يا کتونکي ته ترې خوشحالي ،خوند يا حظ حاصلېږي. کتونکي دهغه شي د جمال اوښائست صفت کوي اودغه احساس ته جمالياتي حس وئيلے شي.

    جمالياتي حس پۀ حقيقت کښې “اصل” اوجمالياتي ذوق دهغې “فرعه” ده. جمالياتي حس دزړۀ يا قلب وجداني قوت دے اودهغې اساسي حېثيت لري ،فطري دے چې موهيبت الٰهي ګڼلے شي . پۀ فطرت کښې لافاني دے او پۀ دې معنا کښې ددې قوت احساس دحسن قلب سره کمے زياتے کېدے شي خو فنا کېدے نۀ شي.

    هم دا وجه ده چې انسان بې د څۀ رنګ اونسل او زمان ومکان نه جمالياتي حس لري او يوشان ئي لري. د دې پۀ کميت کښې فرق کېدے شي خو پۀ کېفيت کښې نه شي کېدلے. دليل ئې دادے چې دنړۍ دهرې برخې اوهر وطن اود هر قسمه خلک مهذب اوغېر مهذب، ښارے اوکلي وال،جاهل او عالم، ښائسته ته ښائسته وائي اوخوښوي ئې. پۀ جمالياتي حس يا قوت کښې کموت يا زياتون کېدے شي. خو ترڅو چې دحظ يا خوند تعلق دے نو ټول ئې يو شان اخلي اودغه جمالياتي خاصه ده. ټول خلک پۀ جمالياتي حس کښې يوشان دي خو پۀ ذوق کښې مختلف دي، يو اجتماعي دے اوبل انفرادي اوشخصي دے.

    حسن څۀ دے؟ ددې سوال پۀ فلسفيانه اندازکښې جواب “جماليات” ګڼلے شي. دقديمو يونانيانو عقيده وه چې دحسن انواع بې شماره دي خو اصل ئې يو دے. ځکه پۀ هر ښائسته شي کښې ابديت موندے شي ولې چې الوهيتي حسن پکښې شريک وي . يا داچې الوهيتي حسن پکښې ظهور کوي. ددوي پۀ عقيده دحسن حقيقي عرفان د ژوند مقصد ؤ او عقل ئې د دغه عرفان سرچينه ګڼله نو ځکه ئې خېر دعقل برخه تصور کوله او د عقل سره ئې دحسن دنندارې جذبه مهمه ګڼله . افلاطون دې جذبې ته “عشق” يا “ايروس” وئيلو. ډاکټر اقبال ورته کله عشق اوکله وجدان وائي.

    سقراط وائي چې مينه يا عشق د انسان ملکيت نۀ دے بلکې مينه دخېر ارزو ده، اوطلب دے دکوم کموت چې روح محسوسوي ځکه چې کوم څيز دانسان سره وي نو هغه ئې طلب نۀ کوي . هغه وائي چې دمينې حقيقت يا دمينې حقيقي مقصد ئې د “مينتي نيا” د “ديوتيمانه” نومې يوې ښځې نه زده کړے دے.

    پۀ دې لړ کښې دسقراط دبحث نتيجې دادي :

    1. حسن مطلق اصل حقيقت دے اوکوم شي ته چې مونږ ښائسته وايو هغه ددې حقيقت مظاهر وي.

    2. حسن مطلق قائم بالذات، ناقابل تغير، حي وقيوم اوبې مثل و بې عديل دے.

    3. حسن مطلق د ټولو نېکو سرچينه ده.

    4. حسن مطلق مشاهده اوادراک علم دے. داعلم خېردے اودغه دحيات انساني مقصود حقيقي دے.

    “تصور”، دتصور مطلب ذهني تصوير دے. دکوم پۀ حقله چې مونږ فکر اوسوچ کوو. يو غربي فلسفي”لاک” وائي تصور هغه شے دے دکوم چې ذهن پۀ خپل ذات کښې ادراک وکړي. دافلاطون پۀ نزد حسن دنېکۍ عېن دے اوپه عالم محسوس کښې مظاهر صرف اضافي حسن لري. يعنې د کم ښائسته څيز پۀ مقابله کښې ئې اظهار کېږي. دهغه پۀ نزد ددې کائنات هرڅۀ ناپائيداره اومتغير دي. هغه د يو بل عالم ذکر کوي او وائي چې هلته هرڅۀ پائيدار دي اوغېر متغير دي چې هغه ورته “ايډيوس” وائي يا “عالم امثال” ورته هم وئيلے شي.

    اګستائين حسن د تناسب او هم اهنګۍ صورت ګڼي. دهغۀ پۀ نزد دهر ښائسته څيز پۀ وجود کښې عناصرترکيبي کښې تناسب اوهم اهنګي لازمي دي او داد هغې يو امتيازي خوبي ده. هغه پۀ کثرت کښې پۀ وحدت زور ورکوي. لکه څنګه چې پۀ يوه نغمه کښې مختلف “سورونه” دهغې هم اهنګي يا حسن ترتيب ښائسته کوي، هم دغه رنګ دا کائنات دمتضادو څيزونو اوخوبو دحسن ترتيب له کبله ښائسته اوپۀ دنيا کښې ټول ځناور اوهر نوع ددوي پۀ حسن ترتيب کښې برخه لري.. دکائنات حسن دټولو دترتيب له کبله دے. مولانا ابوالکلام ازاد هم پۀ کثرت کښې د وحدت قائل دے.

    مولانا ابوالکلام ازاد خپل فکر داسې ښکاره کوي:

    “بې شکه کاروبار فطرت کښې ځينې مظاهر داسې دي چې پۀ هغې کښې تاته د حسن اوښائست نخښې نۀ ښکاري، تۀ وائې چې د تورانو اوبلبلو سره پۀ باغ کښې د زاغ شور اوچغې ولې دي؟ خو ستاسو هېر دي چې د فطرت نغمه د يو اهنګ نه نۀ ده جوړه اونۀ پکار وه. څنګه چې ستاسو دموسيقۍ پۀ “الو” کښې د زېر و بم ټول اهنګونه شتون لري هم دغه رنګ د فطرت پۀ تارونو کښي وچت اوټيټ اهنګونه شته ، نري اونرم سورونه هم شته اوغټ غټ سورونه هم شته. ددې ټولو سورونو دمېلاوېدلو نه پس چې کوم کېفيت پېداکېږي هغه دموسيقۍ حلاوت دے. کۀ چرې تاسو د بين يا پيانو يو سور ټنګوئ نو نغمه ترې نۀ جوړېږي ترڅو چې درنې، سپکې، غټې اوکچې چابيانې (سورونه) و نۀ چېړئ. فطرت هم داسې کړي دي چې يوازې دکارغۀ او زاغ غږونه ئې خواږۀ نۀ دي خو دبلبل اوتورانۍ سورونه ورسره مېلاؤ شي نو نغمه شي”.

    دحسن په حقله امام لغت راغب اصفهاني پۀ خپل کتاب “المفردات” کښې ددې ټکي داسې معنې ليکي:

    حسن هغه شے دے چې خوشحالي بخښي، يا عقل،خواهش يا دحس د رونه متاثره کېږي. د حسن نقيض “سوء” دے چې مطلب ئې دے هغه شے چې انسان غمژن کړي هغه کۀ دنياوي وي يا اخروي، نفسياتي وي کۀ جسماني، يا محض دمعروض اوخارج سره تعلق لري. لکه دمال او دولت تلل . دا د قران مجيد د يو ايت دمفهوم تصديق کوي چې داسې څيز ترېنه مطلب دے چې ليدونکے يا کتونکے خوشحاله کړي.

    لونها تسر النٰظرينة (البقره۹۶.۲)

    (دهغې رنګ ليدونکي خوشحاله کړي)

    د يوې بلې نظريې مطابق چې “نظريه وحدت جمال” ورته وائي دهغې پيشکونکي وائي چې حسن اوقبح (ښائست اوبدرنګي) ديو څيز حسين کېدل يا قبح کېدل هېڅ حېثيت نۀ لري دا صرف کتونکي يا ليدونکي يا ناظر جذب درون يا هغه جذبه وي چې پۀ موضوع کښې دحسن صورت خپل کړي اوهغه ښائسته اوجاذب نظر کړي. د دې نظريې بل مکتب فکر د”تصور جنسيت” قائل دے اودعویٰ کوي چې دکائنات تکوين دجذب و انجذاب دعناصرو نه شوے دے او پۀ دنيا کښې هر ذي روح دخپل متضاد صنف لپاره جبلي کشش لري چې “جبلت جنسي” ورته وئيلے شي. اوپۀ اصل کښې جبل جنس دحسن وجاذبيت منبع ده اود هغې پۀ اظهار يا اعجاز سره دا کائنات ښائسته او زړۀ راښکونکے ښکاري . پۀ بل صورت کښې في الحقيقت يو شے نۀ ښائسته دے اونۀ بدرنګ.

    کروساز پۀ “الحسن” نومې کتاب کښې دحسن پۀ درې صفتونو زور ورکړے ؤ ۱. پۀ کثرت کښې پۀ وحدت ۲.تناسب او۳. موزونيت .

    د اټول بحث مونږ داسې راغونډوو چې هر شے ښائست لري. اود هغې لپاره ضروري ده چې تناسب ولري،درنګونو مناسب امتزاج ولري،موزونيت پکښې وي .کله چې داټول يو ځاے شي نو د دې ټولو مناسب امتزاج ته حسين يا ښائسته وئيلے شي.

    رحمان بابا انساني حسن داسې ستائي:

    دراز قد دراز مژګان درازې زلفې

    وړې شونډې وړه خلۀ واړۀ غاښونه

    اوخوشحال بابا ئې داسې ستائي :

    غټې سترګې لوئې باڼۀ پراخې وروځې

    شکر لبې ګل رخسارې مه جبينې

    تنګې خلې لکه غوټۍ،هوار غاښونه

    سر ئې ګرد پۀ تورو زلفو عنبرينې

    پۀ وجود کښې لکه ها لۀ وېښتو خلاصې

    پښې کمکۍ،غونډې پنډۍ پهن سرينې

    ترنځې ګيډې سينه ورې ملا نرۍ

    قد ئې سم لکه الف پۀ تن سيمينې

    الله تعالیٰ احسن الخالقين دے او فرمائي چې ما انسان پۀ احسن تقويم پيداکړے دے. د سترګو،غوږونو توازن پۀ سر کښې د دماغو توازن ،دفکر توازن،پۀ کائنات کښې دغور و فکر قوت انسان اشرف المخلوقات ګرځولے دے.

    علامه اقبال وائي :

    رنگ ہو یا خشت ہو، چنگ ہو یا حرف و صوت

    معجزہ فن کی ہے خون جگر سے نمود

    داشعر د افلاطون ددې فکر غمازي کوي چې پۀ هر فن تخليق د فنکار ،شخصيت يا کردار مهر ضرور پکار دے. مطلب دا چې يوه فن پاره دخالق دتخيل ،محنت اومقام تعين کوي . مونږ داسې وئيلے شو چې د انسان تخليق دهغۀ دخالق د احسن الخالقين کېدلو ګواهي ورکوي .

    غني خان د حسن او مينې حقيقت داسې ستائي :

    ستوري ته اسمان کښې يوه ورځ ووې هلال

    خداے ادم له مينه ورکړه مونږ له تش جمال

    زۀ ( به) پۀ خندا ورکړم داخپل ښائست کمال

    ماله کۀ يو څاڅکے مينه راکړي څوک پۀ سوال

    مينه حقيقت، حسن سايه ده

    حسن له زوال شته مينه نۀ لري زوال