Category: ډاکټر خادم حسېن

  • د کابل د سقوط وروستو د افغانانو سياسي مبارزه – ډاکټر خادم حسېن

    د کابل د سقوط وروستو د افغانانو سياسي مبارزه – ډاکټر خادم حسېن

    ‎يو اصطلاح چې هغه د افغانستان موجوده حالات پۀ ښه ډول بيانولے شي، هغه “غېر يقيني حالات” يا “مسلسل تحولات” ده. د سلګونو او زرګونو خلکو د کابل څخه د وتلو زیار نه داسې برېښي چې د خاموشۍ د يو نري څادر لاندې پراتۀ متصادم قوتونه اوس هم غورځنګونه کوي.

    ‎موجوده حالاتو کښې ډاکټر اشرف غني د رسنيو له خوا د يو شېطان پۀ شکل کښې پیش کولے کېږي. دا دې د پاره چې د راولاړ شوي ټولنيز تصادم نه د اولس مخه واړوي او د افغانانو هره لحظه زیاتېدونکي اضطراب ته دېوال اودروي. د اولس یوه برخه اوس هم ‌‌‌‌‌‌ډاکټر اشرف غني پۀ رسمیت د افغانستان ائيني اولسمشر ګڼي.

    ‎برېښې چې ډاکټر اشرف غني یو خوا افغانستان د پاکستان، امريکه، طالبان د اتحاديې له غاړې تپل شوې پراکسي کورنۍ جګړې څخه وژغورلو او بلخواه ئې تالېبان پۀ نړيوالو کښې د امارات پۀ رسمیت د پېژندلو حق نه محرومه کړل.

    ‎د طالبانو له خوا د افغانستان نيولو سره به انتها خوښي، فرقه واريت او ترهه ګري پۀ منطقه کښې د څۀ مودې لپاره پۀ ژوبن کښې وي. منطقه کښې به لږې مودې د پاره د مذهب پۀ نوم سیاسي ګټې تر لاسه کوونکي ګوندونه او ‌‌‌‌‌‌ډلې غلبه کښې وي خو ښکاري چې د موجوده حالاتو د لوګو کښېناستو سره سم به د طالبانو امارات ته مستقيم، اوږد مهال او سیاسي مزاحمت رامخې ته شي.

    ‎طالبان يو ځل بيا دا پلان لري چې د افغانيت ختمولو او ماتولو لپاره هڅې وکړي. د افغانستان ملي بېرغ بدل کړي، د افغانستان اساسي قانون له مېنځه يوسي او ملي سرود کښې بدلون راولي. کۀ داسې اوشي نو دا به د منطقې هېوادونو د پاره د خوښۍ خبره وي خو کېدې شي چې دې سره د افغانانو اجتماعي جذبات د وخت نه مخکښې راوپارېږي. هسې هم د افغانستان نوې مدني ټولنې او بهر مېشتۀ افغانانو د پاره افغانستان یو لوې بندي خانه کښې بدل شوے دے.

    ‎پۀ ظاهري توګه کابل، کندهار او د افغانستان نور ستراتيژيکي طور مهم ځايونه د طالبانو ولقه کښې دي. دا معلومه خبره ده چې د افغانانو د اجتماعي قوت ارادي محکوم کولو د پاره سيمه ايز لوبغاړو (ايران، پاکستان او روس) او نړيوال طاقتونو ( برطانيه او امريکا) د طالبانو موثر کمک کړے دے.

    ‎نړيوالو طاقتونو د طابانو پۀ پټ ځايونو سترګې پټې کړې وې کوم چې ورته علاقائي لوبغاړو ورکړي وو. سېمه ایز او نړيوالو لوبغاړو هغه وخت هم سترګې اړولې وې کله چې طالبانو د دنيا جهان ترهه ګرو تنظيمونو سره اتحادیې جوړولې.

    ‎امريکې د افغانستان د راتلونکي وضعيت د پاره طابانو سره دوحه کښې د خبرو اترو دوران کښې د افغانستان منتخب دولت د دغه خبرو اترو او لوظنامو نه لرې وساتلو.

    ‎ټولو نړيوالو طاقتونو او سيمه ايز لوبغاړو د خپلو خپلو ګټو لپاره د طالبانو مرسته کړې ده. د سيمئيزو لوبغاړو او نړيوال طاقتونو دغه سیاسي او ستراتيژيکي ګټې پۀ ‌‌‌‌‌‌ډېرو ځایونو کښې له یو بل سره متصادم دي.

    ‎سيمه ايز هېوادونو د طالبانو د پاره د افغانستان داخلي قبائلي محرکات هم پۀ کار راوستي دي. قوي ګمان دے چې جنګ سالاران او د منشيانو قاچاقبران هم طالبانو ته د ګټې رسولو دپاره کارولے شوي دي.

    ‎ برېښي چې طالبانو د جېش محمد، امارت اسلامي ازبکستان، ترکستان اسلامي غورځنګ، تحريک طالبان پاکستان او القاعده سره پۀ اتحاد کښې خپل نړيوال ترهګر سنډيکېټ جوړ کړے دے. دا د نړيوالو او سيمه ايز طاقتونو د فشار پۀ وخت کښې يو متبادل پلان ښکاري.

    ‎د افغانستان مدني ټولنه کوم کښې چې روښانفکره اکاډميسان، پوهان، د ښځو بنسټونه، ليکوالان، د ميډيا کارمندان او ځوانان فعالان شامل دي، دا وخت پۀ صدمه کښې دي.

    ‎افغانان شايد دا وخت محسوسوي چې دهوکه کړې شوې دي، هغوي فکر کوي چې لېوانو ته غورځولے شوي دي. هغوي دا فکر کوي چې تړل شوي او غلامان کړے شوي دي.

    ‎افغانستان کښې به درې ډوله تضادات د وخت تېرېدو سره ورو ورو رامېنځته کيږي. افغانستان کښې به دا تضادات هغه وخت څرګند شي چې کله د حالاتو تودوښه سړه شي. د تضاداتو وړومبنۍ ټولګه به د نړيوالو او سيمه ايزو لوبغاړو ترمېنځ رامخې ته شي ځکه چې دوي پۀ افغانستان او منطقه کښې متصادم مفادات لري.

    ‎امريکا او برطانيه يو خوا او چين و يورېشيايي ملکونه بلخوا د يو اوږد مهاله شخړې خوا ته اشاره کوي. د امرېکې او چين د تنازعاتو د جنګ ډګر به هم له بده مرغه افغانستان او ګېر چاپېره منطقه وي.

    ‎د تضاداتو او متصادم مفاداتو دوېمه ټولګه کومه چې ښکاري ډېر ژر مخې ته راشي، د نړيوال ترهګر سنډيکېټ د مختلفو تنظيمونو او بنسټونو ترمېنځ به وي.

    ‎د نړيوال ترهګر سنډيکېټ مختلف تنظيمونه به حتمأ غواړي چې خپل فعاليتونه واپس خپل اصلي ځايونو ته يوسي. لکه امارت اسلامي ازبکستان پۀ مېنځنۍ اسيا کښې، د ترکستان اسلامي غورځنګ پۀ چين کښې، تحريک طالبان پۀ پاکستان کښې، جېش العدل پۀ ايران کښې، او جېش محمد به پۀ هند کښې خپل ترهه ګر فعالیتونو ته دوام ورکوي. دا به ارو مرو د دې ‌‌‌‌‌‌ډلو تر مېنځه خپلمنځي اختلافات رامېنځته کړي چې نتيجه به ئې اوږدې ډله ایزې جګړې وي.

    ‎امکان لري د تضاداتو درېمه ټولګه به د نوې متحرکه افغان مدني ټولنې او د قدامت پسند قبايلي ډلو ترمېنځ رامخې ته شي. پۀ قدامت پسند قبايلي ډلو کښی قاچاقبران، جنګ سالاران او د وسلې کاروباريان هم شامل دي.

    ‎طالبان به ونۀ توانېږي چې دا داخلي او خارجي تضادات حل کړے شي. طالبان دا توان هم نۀ لري چې د عصري افغانستان د رياست انتطام سنبال کړے شي او حکومت پرې وکړے شي.

    ‎ داسې برېښی چې طالبان، سيمه ايز لوبغاړي، نړيوال ځواکونه، نړيوال ترهګر سنډيکېټ او افغان مدني ټولنه به راروان وخت کښې پۀ يو اوږد مهاله شخړه کښې ونښلي.

    ‎پۀ دغه پړاؤ کښې به افغان مدني ټولنه چې پۀ اکاډميسانو، ټولنيز بنسټونو، ميډيايي ادارو او د ځوانانو او ښځو بنسټونو باندې مشتمله ده يوه زرينه موقع ولري چې اتحاديې جوړې کړي.

    ‎ دوي بيا کولے شي چې پۀ بنيادي حقوقو، د ښځو پۀ حقونو، عدم تشدد، ډيموکراسي او د افغانستان پۀ خپلواکۍ خپل موقف بيا تکرار کړي او خپله بیانیه پۀ واضحه توکه تشکيل کړي.

    ‎د افغانستان د مدني ټولنې اتحادونه بايد د سیاسي عمل پۀ ذريعه خپله بیانیه پۀ مخکښې بوځي. پۀ ښاري او کليوالي سيمو کښې د عدم تشدد پۀ بنياد سياسي بنسټونه جوړول خپل شعار جوړ کړي. د انساني تحفظ، بنيادي حقوق، ډيموکراسي او د افغانستان د ملي خپلواکۍ مفکوره خورول باید خپله تګلاره وګرځوي.

    ‎د امن، انساني تحفظ، بنيادي حقوقو، صنفي مساواتو، ټولنيز عدالت، ډيموکراسي او ملي خپلواکۍ مفکوره به د کارنر ميټنګز، زده کړیزو غونډو، امن واک، ټولنيزو رسنيو او پر امن ريلو پۀ ذريعه خپرول غواړي. دا به کليوالو او ښاري دواړو علاقو کښې کول غواړي.

    ‎دا وخت دے چې د منطقې روښان فکره قامپرست ګوندونه او نړيواله مدني ټولنه د افغانستان جديد مدني ټولنې سره د بنيادي بشري حقوقو، انساني تحفظ، جمهوريت او خپلواکۍ لپاره ټېنګ ودرېږي. دا تاريخي زرينه موقع بايد ضائع نۀ کړل شي.

  • افغانستان کښې د سولې پروسه او منطقې مستقبل – خادم حسېن

    افغانستان کښې د سولې پروسه او منطقې مستقبل – خادم حسېن

    پروسکال فرورۍ کښې د امريکې د ځانګړي استازي زلمے خليلزاد او د طالبانو د دوحې قطر دفتر ترمنځه د څلورو نکتو لوظنامه د هند، پاکستان، ترکيې، انډونېشيا، تاجکستان او ازبکستان پۀ موجودګۍ کښې لاس ليک شوه. دغه څلورو نکتو کښې وړومبۍ نکته دا وه چې د امريکې ځواکونه به راروانو څوارلسو مياشتو کښې افغانستان نه ووځي. دوېمه دا وه چې طالبان به دا ضمانت ورکوي چې د افغانستان خاوره به د امريکې خلاف د بريدونو د پاره نۀ کارولے کېږي. درېمه نکته دا وه چې طالبان به مارچ ٢٠٢٠ز پورې د افغانانو خپل منځني خبرو اترو د پاره غاړه ږدي. څلورمه نکته دا وه چې طالبان او نور فريقېن به يو جامع او مستقل اوربند ته غاړه ږدي.

    د دې لوظنامې ترټولو غټه تشه دا وه چې دې کښې د افغانستان اصل او ځايي فريق او نمائنده موجود نۀ ؤ. د افغانستان د اولس اصل نمائنده او دافغان ريپبلک اصل ذمه وار فريق د افغانستان منتخب او ټاکلے شوے دولت او حکومت دے. دې لوظنامه کښې دوېمه غټه تشه دا وه چې طالبانو باندې سمدستي او مستقل اوربند ونۀ منلے شو. عقلي خبره به دا وه چې د سيمې د هېواونو پۀ ضمانت او يا د اقوام متحده پۀ ضمانت طالبان پۀ يو سمدستي او مستقل اوربند قانع کړے شوي وے. د سيمې هغه هېوادونه لکه پاکستان چې پۀ ډېرو لسيزو نه د طالبانو سهولت کاري کوي او هم طالبان دغه هېوادونو کښې تربيتي مرکزونه او پټ ځايونه لري بايد پۀ دې قانع کړے شوے وې چې د افغانانو د خپلمنځي خبرو اترو او سمدستي اوربند د پاره پۀ طالبانو فشار راوړي. د دې تشو نتيجه دا شوه چې طالبان نور زړۀ ور شو او دا ادعايې کول شروع کړل چې دوي ګوندي د امريکې پۀ شان يو سپر طاقت ته شکست ورکړو. ترهه ګرو بريدونو کښې تندي راوسته خو چې د سولې د خپلمنځي خبرو اترو نه مخکښې برياوې ترلاسه کړي او افغان دولت تر فشار لاندې وساتي. پاکستان کښې دننه د طالبانو د پاره چندې شروع شوې او د طالبانو رېکټروټمنټ د پاره ځاے پۀ ځاے ترغيبات شروع شول. دغسې د پروسکال فرورۍ نه افغانستان کښې جګړه تنده شوه. افغانستان کښې ځاے پۀ ځاے بمي چاودنې او ځان وژونکي بريدونه د امروزه پۀ حساب شروع شول. د ملګرو ملتونو (اقوام متحده) د يو راپور ترمخه تېر شوي يوکال کښې تقريباً لس زره افغانان دې ترهه ګربريدونو کښې مړۀ شوي دي. د دې مقابل تېر شوي يوکال کښې يو امريکني فوځي هم نۀ دے مړ شوے.

    د سولې د پاره د افغانانو د خپلمنځي خبرو اترو د پاره د افغانستان دولت دامن لوړ کونسل ساز کړے دے چې د افغانستان د ټولنې د هرې طبقې نمائندګي لري. څۀ موده مخکښې روسيې ماسکو کښې د خپلمنځي خبرو اترو د سهولت کارۍ د پاره يو کانفرنس رابللے ؤ. دغه کانفرنس کښې د طالبانو استازو سره د امن د لوړ کونسل غړو هم ګډون وکړو. پروسکال اګست کښې د افغانستان حکومت کابل کښې لويه جرګه رابللې وه. دغه جرګه کښې د ټول هېواد نه استازو ګډون کړے ؤ. دغه لوې جرګې د افغانستان دولت ته سپارښتنه کړې وه چې د سولې د پاره دې د افغانانو د خپلمنځي خبرو اترو د پاره زمينه برابره کړي. دې د پاره ئې دا سپارښتنه وکړه چې بندي طالبان دې له زندانه خوشي کړي. د لوې جرګې د بحثونو پۀ رڼا کښې د افغانستان دولت دسولې پروسې د پاره يو کوټلے چارچوکاټ منځ ته راوړو. دغه چارچوکاټ د افغانستان جمهور رئيس پۀ يوڅو پړاونو کښې افغان اولس او طالبانو ته کېښودو. د سولې د پاره د افغانانو خپل منځني خبرو اترو د پاره د افغانستان جمهور رئيس ډاکټر اشرف غني د دغه چارچوکاټ د برياليتوب د پاره ديو منلے شوي ثالث وړانديز وکړو او څرګنده ئې کړه چې ترجيحاً دغه ثالث ملګري ملتونه يا اقوام متحده کېدے شي. چارچوکاټ ئې پۀ دې ډول بيان کړو چې د افغانستان اساسي قانون او ائين به پۀ خپل ځاے وي کۀ د طالبانو فريق دستور او اساسي قانون کښې د خپلې خوښې څۀ ترميمونه کول غواړي نو د هغې د پاره به لويه جرګه رابللے کېږي. دوېم پړاؤ کښې دې طالبان د خپلې خوښې پۀ مناسبت افغان دولت کښې د شرکت د پاره خپل استازي وټاکي.

    دغه قامي حکومت دې لويه جرګه را وغواړي او ټولټاکنې دې اعلان کړي. د درغلۍ نه پاک ټولټاکنو د پاره کۀ لويه جرګه غواړي نو يو موقتي امن حکومت يا دولت ساز کړي. درېم پړاؤ کښې دې پۀ مستقل اوربند او ډزبندۍ لوظنامه وشي. پۀ څلورم پړاؤ کښې دې د اولسمشرۍ يا صدارت او پارلېمان ټولټاکنې او انتخاب وشي او پۀ پينځم پړاؤ کښې د ټولټاکنو پۀ پايله کښې د افغانانو يونمائنده حکومت منځ ته راشي. دغه حکومت تراوسه شوې ټولنيزه اقتصادي او سياسي پرمختګ هم پۀ مخکښې بوځي او دافغانستان د بياودانۍ کار د پاره نړېواله او سيمه ايزه مرسته هم ترلاسه کړي.

    اولسمشر اشرف غني ډېر پۀ صراحت دا خبره څرګنده کړې ده چې د سولې د پروسې دې چارچوکاټ کښې پۀ موجوده نظام او انتظام کښې چې افغانانو کوم پرمختګ کړے دے هغه پۀ هېڅ حال کښې له لاسه نۀ اوړلے کېږي. پۀ بشريٰ حقونو به هېڅ قسمه مصلحت نۀ کېږي. بلې غاړې ته طالبان د ټاکنو نظام يا دانتخاباتو جمهوري نظام ته غاړه نۀ ږدي. د اولس د نمائندګۍ پۀ بنياد د اولس ټاکلے شوے حکومت د طالبانو پۀ مفکوره کښې ځاے نۀ لري. دې سره طالبان د ښځوټولنيز، اقتصادي، کلتوري او سياسي رول نۀ مني. دغسې طالبان د بشريٰ حقونو مهم اړخونو نه انکاري دي. هم دغه وجه وه چې طالبانو وفد د ترکيې رابللے شوي کانفرنس کښې ګډون ونۀ کړو او دغسې دسولې د پاره د افغانانو د خپلمنځي خبرو اترو عمل د ځنډ ښکار شو.

    کۀ پۀ زير وکتے شي نو د اولسمشر ډاکټر اشرف غني د سولې د پروسې دغه چارچوکاټ اسان هم دے او قابل عمل هم. دغه چارچوکاټ کښې د افغان اولس د نمائندګي حق، د بشري حق، د استقلال حق، د خپلواکۍ حق، د اقتصاد حق، کلتوري حقونه او سياسي حقونه ټول خوندي پاتې کېدے شي او پرمختګ کولے شي. کۀ امريکه، چين، پاکستان، هند او روس د دې چارچوکاټ مرسته وکړي نو افغانستان کښې زر ترزره اوربند او ډزبندي هم وشي او دوامداره سولې د پاره به لار هم خلاصه شي. افغانستان کښې د سولې د پروسې کاميابي به د منطقې ملکونه او هېوادونه سره خپلوکښې پۀ اقتصادي،تجارتي، کلتوري او سياسي توګه وتړي. د سويلي اېشياء، مرکزي اېشيا، غربي اېشيا او منځني ختيز کښې ګڼ شمېر هېوادونه پۀ دې قانع شي چې د خپلو اولسونو د سوکالۍ او سياسي مفاداتو د پاره به د شخصي ملېشو دکارولو ضرورت پاتې نۀ شي. د شخصي ملېشو د ودرولو او پراکسي جنګونو د پاره به د مذهب سخت دريزه توجيهه او تعبير کارولو د پاره د پاې ټکے کېښودے شي. د دې اغېز به دا وي چې د ترهه ګرۍ او جنګ کاروبار به ورځ تر ورځه پۀ ختمېدو شي، د نشه اي توکو، ګاډو او انسانانو سمګلنګ د پاره به ترغيبات او ضرورت ختم شي. د دې پۀ ځاے به د مرکزي اېشيا نه پټرول، ګېس او بجلي او د سويلي اېشيا نه دتعميراتو مصنوعات، دوايانې، اوسپنه، مصالحه جات، ورېژې، خوراکي اجناس او پلاسټکي مصنوعات د افغانستان پۀ لاره اوړي راوړي. د افغانستان نه به مېوې پۀ ارزانه بيعه ټولې سيمې ته رسي. دغسې به د ډيورنډ د کرښې دواړو غاړو ته اباد پښتون افغان اولس د تجارت او روزګار يو نوې دوره کښې داخل شي. د ارزانې بجلۍ او برېښنا او ارزان ګېس لۀ وجې به پښتونخوا، بلوچستان او افغانستان کښې کارخانې او فيکټريانې جوړې شي او د دغه مصنوعات د ترسيل او تجارت د پاره به پېښور، ننګرهار او کابل مرکزونه وګرځي. پېښور ،جلال اباد او کابل به د جنوبي اېشيا او مرکزي اېشيا د تجارت او کاروبار دروازې وګرځي. د جنګ او ترهه ګرۍ ضرورت به ختم شي. پښتانۀ به بسياره روزګار او کاروبار ولري. افغانستان به اباد، سوکاله، جمهوري او خپلواکه شي، پاکستان او هند به هرکال پۀ اربونو ډالره ګټه کوي. چين، روس او امريکه به مجبور شي چې دا خاوره د پراکسي جنګونو پۀ ځاے د تجارت دپار پۀ کار راولي.

    کۀ خداے مۀ کړه داسې ونۀ شوه او د سولې د پروسې دغه چارچوکاټ د منطقې هېوادونو ټول پۀ ټوله رد کړو نو ددې مطلب به دا وي چې افغانستان کښې به يو بل خونړے جنګ شروع شي. د افغانانو کډوالي به يوځل بيا تنده شي، د وينې رودونه به يوځل بيا بهېږي. پاکستان به حسب معمول د پښتنو د قامي شناخت د ويلي کولو افغانستان کښې د هند د رسوخ دکمولو او کابل کښې د خپلې خوښې د حکومت قائمولو د پاره د طالبانو د انتهاګرې شخصي ملېشې مرسته زياته کړي. د طالبانو د مرستې د پاره به د ترهه ګراو انتهاګرو د تنظيمونو منظم کولو سهولت کاري زياته شي، دطالبانو تربيتي مرکزونه به نور زيات شي، پښتونخوا او بلوچستان کښې به طالبانو د پاره د چنده مهمونه ګړندي شي، پنجاب، بلوچستان او پښتونخوا کښې به د مذهب د انتهاګرتوجيهاتوغږونه زيات شي، پښتونخوا او بلوچستان کښې به ترهه ګر بريدونه زيات شي. د پاکستان اوپۀ خصوصي توګه د پنجاب ميډيا کښې به د طالبانو دکارنامو او فضيلتونو قيصۍ شروع شي. د نشه اي توکو او وسلو کاروبارونه به زيات شي. او دغسې به يو بل پښتون افغان نسل د جنګ او ترهه ګرۍ دکاروبار خشاک شي. کۀ پاکستان، ايران، هند، روس، چين او امريکې پۀ افغانستان او جنوبي او مرکزي اېشيا پۀ لارودغه پراکسي جنګ ته هوا ورکړه نو دپاکستان د توانايۍ، د مصنوعاتو د برامد او دهراړخيزتجارت لارې بندې شي، د ترهه ګرۍ اور به پنجاب او کراچۍ ته ورسي او د پاکستان اقتصاد به پۀ ټپو کښېني. د پراکسي جنګونو دغه لړۍ به ارومرو د چين او امريکې پراکسي جنګ ته رسي. دچين د بشپړه سرمايه کارۍ د پاره به دغه سيمه ايزې لارې غېر محفوظ شي. مرکزي او جنوبي اېشيا سره به د چين دسرمايه کارۍ تړون ته به لوے زيان ورسي. سيمه کښې به د بېن المللي ترهه ګرۍ د نيټ ورک او سنډيکېټ امکان راولاړ شي. د څۀ له وجې به چې د يورپ او امريکې امنيت ته لوے خطر پېدا شي. د اور دغه تراسمانه رسېدونکې غرغنډې به بيا دسمندرونو پولې پۀ خآطر کښې نۀ راولي. يا د امريکې او پاکستان ترمنځه د لوظنامې ترمخه د امريکې د پاکستاني جنګي اډې کارولو اجازه به ارومرو د پاکستان او ايران او دپاکستان او چين ترمنځه ستراتيژيکي شخړې رامنځته کوي. دغسې د پاکستان او هند ترمنځه به يو ځل بيا دغه ستراتيژيکي جګړه تندېږي. د امريکې او روس ترمنځه به هم بيا پۀ نوي نوي شکلونو جګړې نښلي، کۀ وکتے شي نو دا يوه ډېره بوږنونکې سيمه ايزه ننداره ده. دې کښې يو خبر دا منځ ته راغلے دے چې د برطانيې پۀ هڅه د پاکستان او افغانستان ترمنځه اوس اوس يوه امنيتي لوظنامه لاس ليک شوې. هر څو کۀ دغه لوظنامې ته د افغانستان ميډيا او انټلېجنس د شک پۀ نظر ګوري خو بيا هم دغه لوظنامه د دوه اړخيزې مرستې يو امکان زېږولے دے.

    افغانستان کښې د سولې د پروسې اود منطقې د هېوادونو روڼ مستقبل د پاره او د سيمه ايز اولسونو د سوکالۍ د پاره بايد ټول ملکونه او ټول اولسونه د افغانستان د منتخب حکومت او متخب اولسمشر د چار چوکټ د زړۀ لۀ خلاصه مرسته وکړي. لره او بره پښتونخوا کښې بايد ملت پال ګوندونه او مدني ټولنې يو غاړې ته خپل اولسونه د سيمه ايز تړون او بېلتون او مرستې او قبضه ګرۍ د فرېم ورکونو اغېزونو او اثراتو نه اګاه کړي او بلې غاړې ته د سيمې رياستونو پۀ خصوصي توګه پاکستان او بېن الاقوام باندې فشار راوړي چې افغانستان کښې د سولې چارچوکاټ حمايه کړي، دسمدستي او دايم اوربند مطالبه وکړي، د افغانستان د خپلمنځي خبرو اترو سهولت کاري وکړي، افغانستان او سيمه کښې د شخصي او انتهاګر ملېشو دکارونو د رژيم پۀ سختۍ غندنه وکړي. او د دې خلاف پۀ مستقله توګه غږ پورته کوي او د يو جمهوري، اسلامي، خپلواکه اومعتدل افغانستان تعمير کښې فکري او سياسي مرسته وکړي، د پښتونخوا، بلوچستان او پاکستان روښان فکره او ملت پاله ګوندونه ، اېنټلجنسيااو مدني ټولنې بايد دهغه پروپېګنډو لاره ونيسي کومې چې انټرنېشنل او پاکستاني ميډيا کښې د افغانستان د منتخب حکومت پۀ ضد روانې دي. د پاکستان او پنجاب ميډيا نه مسلسل دا پروپېګنډه کېږي چې طالبانو افغانستان کښې پۀ ډېرو علاقو قبضه کړې ده. دا خبره د حقيقت نه هغومره لرې ده څومره چې دا خبره د حقيقت نه لرې وه چې تحريک طالبان پاکستان پۀ اسلام اباد او پنډۍ قبضه کړې ده. د افغانستان د ټولو ولايتونو اوصوبو ټول دارالحکومتونه د افغان دولت اختيار کښې دي. د افغانستان ټولې پولې د افغان حکومت اختيار او انتظام کښې دي. د افغانستان ټول وزارتونه او ادارې د افغانستان د حکومت واک کښې دي. دافغانستان فوځ يا ملي اردو د حکومت له غاړې ټاکلے شوي کمانډ اېنډ کنټرول سسټم لري. د افغانستان پوليس قوي ادارتي فعاليت لري. د افغانستان يوضلع يا اولسوالي هم پۀ مستقله توګه دطالبانو واک کښې نۀ ده پاتې شوې.

    دپاکستان او پنجاب ميډيا کښې يوه بله دروغژنه پروپېګنډه دا کېږي چې پاکستان کښې ترهه ګربريدونه د افغانستان له غاړې کېږي اودا چې د افغانستان حکومت د دغه ترهه ګر تنظيمونو پۀ ضد کارروايۍ نۀ کوي. حقيقت دا دے چې د افغانستان پۀ لرې لرې علاقو کښې چې د تحريک طالبان پاکستان کوم غړي استوګن دي د هغوي خلاف د افغانستان حکومت موثر کارروايانې کړې دي.

    مولانا فضل الله هم دغه کارروايو کښې له منځه تلے دے. د پاکستان خلاف بريدونه کوونکي غټ غټ کمانډرانو کښې زياتره غټ کمانډران يا خو د ډرون حملوکښې مړۀ شوي دي او يا دافغان حکومت کارروايانو کښې. د دې برعکس د پاکستان حکومت لا تراوسه پۀ افغانستان کښې ترهه ګر بريدونه کوونکي د طالبانو کۀ د پېښور شورا ده اوکۀ د کوئټې شورا، د هغوي خلاف ئې يو کارروائي هم نۀ ده کړې. پاکستان پۀ ٧٥ ارب روپو دغه خاردار تار د څۀ دپاره ودرولے دے؟

    افغانستان کښې د سولې د پروسې پۀ مخکښې تللو سره دټولې سيمې هېوادونو کښې دامن او سوکالۍ زېرے دے. د پاکستان او افغانستان ترمنځه د لس اربه ډالره د دوه اړخيزه تجارت امکان پۀ مستقله توګه موجود دے. او افغانستان کښې د سولې پروسه هله کاميابېدے شي چې دا پروسه دافغانانو له اړخه وي، د افغانانو واک کښې وي او دافغانانو د پاره وي. دافغانانو منتخب حکومت جائز حق لري چې د افغانانو د پاره خبره وکړي. د افغانستان د منتخب حکوم او منتخب اولسمشر پۀ شا ودرېدل وي.

  • د تورخم پۀ پوله بندېزونه او مقامي تجارت – ډاکټر خادم حسېن

    د تورخم پۀ پوله بندېزونه او مقامي تجارت – ډاکټر خادم حسېن

    د تورخم د بندېزونو نوعيت

    د ملکي او بېن القوامي ميډيا تر مخه پۀ مۍ 2016ز کښې د پاکستان دولت د تورخم پۀ پوله خاردار تار غځول د دوي د وېنا مطابق لۀ دې امله پېل کړل چې د ترهګرو نقل و حرکت باندې بندېز راوستے شي. د افغانستان دولت پۀ دې منفي غبرګون ښکاره کړو چې پۀ نتيجه کښې ئې د پاکستان حکومت د تورخم پوله بنده کړه. د افغانستان د سفير د جنرل راحيل شريف سره ملاقات نه پس پوله خلاصه کړې شوه خو د خاردار تار غځولو باندې کار بند نۀ شو. د دې سره سره د وړومبي جون 2016 نه د وېزې او پاسپورټ بغېر پۀ پوله د تګ راتګ بندېز ولګولے شو. پۀ تېرو شوو وختونو کښې د تورخم پۀ پوله تګ راتګ پۀ مهاجر کارډ، د معالج يا هسپتال دستاوېزي ثبوت يا د محصلينو پۀ کارډ ممکن و. د پېښور او جلال اباد تر مېنځه يو شمېر خلق متاثره شول. دا بېله خبره ده چې د تورخم د پولې کوم علت د پاکستان چارواکي پۀ ګوته کوي، هغې کښې څومره حقيقت دے. د څۀ وجوهاتو پۀ بنا دغه علت مشکوک ګرځي.

    وړومبۍ خبره دا ده چې د تورخم د پولې نه پرته پۀ سوونو نور کنډاوونه داسې دي چې د ترهګر تنظيمونو تګ راتګ پرې کېږي. دوېمه خبره دا ده چې تر اوسه د يو افغان هم پاکستان کښې پۀ ترهګرو پېښو کښې د ککړتيا ثبوت نۀ دے موندے شوے.

    د پاکستان او افغانستان تر مېنځه تجارت:

    د پاکستان او افغانستان تر مېنځه عمومي تجارتي سرګرمۍ پۀ دوه قسمه دي:

    دوه اړخيز تجارت:

    د پاکستان او افغانستان تر مېنځه د دوه اړخيزه تجارت حجم تر 2012 ز پورې 2.50بلين ډالر ؤ.پۀ دې تجارت کښې زياته برخه هغه وه چې د تورخم د پولې دواړو غاړو ته د مېشت اولس تر مېنځه هم ؤ او د حکومتونو تر مېنځه هم. د دواړه هېوادونو د چارواکو تر مخه د دغه تجارت حجم پنځو کالو کښې 10بلين ډالر ته د رسېدو امکان ؤ.(١)

    کۀ څۀ هم د سړکونو خرابي، د سهولتونو نشتوالي او عدم تحفظ دغه دوه اړخيز تجارت ته ډېر زيان رسولو خو بيا هم د شرق غاړې ته د پېښور، نوښار، او مردان سره سره د ټانک، ډي ائي خان، بنو، خېبراېجنسي،باجوړ، مومند، کرم اېجنسي، شمالي وزيرستان او جنوبي وزيرستان او د غرب غاړې ته ننګرهار، خوست، پکتيا او کابل کښي د لکهاو اولسونو دنده روانه وه. د دغه کال د مۍ نه را پۀ دېخوا دغه دوه اړخيزه تجارت د تورخم پۀ پوله د بندېزونو لۀ کبله پۀ څلورو کښې درې برخې راغورځېدلے دے.

    د دې لۀ کبله د پولې دواړو غاړو ته اباد اولسونه د يو غټې تجارتي او اقتصادي ستونزې سره مخ دي. داسې ښکاري چې کۀ يو خوا د پولې نه دواړه غاړه اولسونه د ترهګرۍ د لاسه مري نو بل خوا دغه اولسونه د اقتصادي قتل عام ښکار کړے شوي دي.

    د پولې دواړو غاړو ته د اتيا فيصده نه زيات د اولسونو انحصار پۀ دغه کاروبار و. د دغه کاروبارونو يو څو مثالونه به بې ځايه نۀ وي.

    (1) د دغه پېښې نه د تېر کال څۀ د پاسه 76000د برامدي سامان کنټېنرې چې پکښې دوائي، اوړۀ، سپېرپارټس، د عمارت سامان او سټېشنري شامله وه، د تورخم پۀ لار د پولې د شرق نه غرب غاړې ته اوړېدلې وو. تر مارچ دغه کنټېنرې تر 30000 پورې رسېدلې وې او درې مياشتې وروستو د دې تعداد تر 15000 پورې رارسېدلے و.(٢)

    (2) 24 جولائي 2016 د “ډان اخبار” د يو رپورټ تر مخه د پولې شرق غاړې ته تورخم کښې امروزه د پينځلس زرو پورې خلقو پۀ هوټلونو کښې ډوډۍ خوړه. تقريبا‌‌ً څلوېښتو پورې هوټلونه وو چې د غوښې، ډوډۍ، لرګي او مزدورانو پۀ لړ کښې ګټه وټه کېده. د تورخم پۀ پوله د بندېزونو نه پس د خوراک کوونکو دغه تعداد دوه زرو ته راکوز شوے دے او پۀ څلوېښتو کښې درې ويشت هوټلونه بند شوي دي چې تقريباً پينځۀ سوه خلق لۀ دې کبله بې روزګاره شوي دي.(٣)

    بل خوا د ډان د 29 جولائي د يو رپورټ تر مخه د تورخم پۀ پوله د بندېزونو لۀ کبله پۀ سوونو افغان مريضان د لويو ستونزو سره مخ شوي دي.(٤)

    (3) پېښور کښې شخصي اسپتالونو (روغتونونو) کښې پۀ امروزه د دوه زره مريضانو علاج کېدو. دغه شمېر اوس دوو سوو ته راکوز شوے دے. دې سره د دوايانو پۀ خرڅ، د معالجونو پۀ روزګار او د ټرانسپورټ تجارت ته بې کچه زيان رسېدلے دے. (٥)

    (4) پېښور کښې پۀ سوونو شخصي سکولونو کښې پۀ زرګونو افغان محصلينو زدکړې کولې، د تورخم پۀ پوله د بندېزونو لۀ کبله دغه محصلين پۀ اسانه تګ راتګ نۀ شي کولے چې لۀ کبله ئې پۀ سلګونو محصلين د دغه سکولونو نه خارج شوي دي، دې سره تعليم سره تعلق لرونکي څومره خلق بې روزګاره شوي دي.(٦)

    (5) د خېبر پښتونخوا د چېمبر اٰف کامرس اېنډ انډسټري د رېکارډ تر مخه افغانستان ته د لوښو لرګو، د خوراکي څيزونو، د پلاسټک سامان، تېل او غوړي، سيمنټ، کولډ ډرنکس، فرنيچر، د بجلۍ او الېکټرانکس سامان، سټيل، کېميائي سامان، د موسين لوښي، دوايانې او د متفرق سامان اوسطاً هر کال د درې نيم زرو نه واخله تر څلورو زرو کنټېنرې پېښور نه تلې چې پۀ درځنونو تجارتي کمپنۍ او پۀ سوونو هوټلونو کاروبار ورسره روان ؤ.د مۍ 2016 را پۀ دېخوا دغه برامدي سرګرمۍ درېمه حصه هم نۀ دي پاتې شوې.

    ټرانزټ تجارت:

    د پاکستان او افغانستان تر مېنځه د ټرانزټ تجارت لوظنامه پۀ 1965 کښې لاسليک شوې وه. پۀ 2010 کښې پۀ دغه لوظنامه نظرثاني وشوه چې پکښې د رېلوے سهولت هم شامل کړے شو. د دغه ټرانزټ تجارت پۀ وسيله د کراچۍ بندرګاه نه افغانستان ته د نورو ملکونو برامدي څېزونه ځي. دغه شان د افغانستان نه برامدي سامان تر واهګه پولې پورې ځي.

    د پاکستان او افغانستان جوائنټ چېمبر اٰف کامرس اېنډ انډسټري رېکارډ ښائي چې د کسټم د اندازې مطابق هر کال اوسطاً څلوېښت زره نه واخله تر پنځوس زرو پورې کنټېنرې د پاکستان او افغانستان تر مېنځه تګ راتګ کوي. دغه ټرکونه او کنټېنرې د پاکستان د کمپنيو وي. پۀ دې کښې د شپېتو فيصدو نه زيات د تورخم د پولې نه دواړو غاړو ته د اباد خلقو وي. د کراچۍ نه تر کندهاره او جلال اباده د يو ټرک کرايه دوه نيم لکه او څلور لکه وي. صرف دا کرايه يو کال کښې د 13بلين کلدارو تجارت کوي.(٧)

    پۀ ځاے د دې چې پاکستان د ډيوټي فري رژيم لپاره هلې ځلې کړې وے، لکه څنګه چې د هند او افغانستان او ايران او افغانستان تر منځه دے، پاکستان يو شمېر بندېزونه جوړ کړي دي، لکه د پاکستان پۀ ټرکونو امپورټ ټرېډ قيمت کښې اضافه، غېر مسلسل امپورټ ډيوټي، د ټرانزټ سامان بې ضرورته چېکنګ، بې منطقه کېش سېکورټي او د افغانستان پۀ ټرکونو د بارډر پاس ټېکس، نېشنل لاجسټک سېل ټېکس او ټرائبل ټېکس هغه ستونزې دي چې د ټرانزټ د تجارت درې برخې فائده ئې ضائع کړې ده. د تورخم پۀ پوله د بندېزونو وروستو دغه ستونځې يو پۀ لس شوې دي.

    د ماهرينو او د خېبر پښتونخوا چېمبر اٰف کامرس اېنډ انډسټري مطابق کۀ د ټرانزټ دغه ټول تجارت کښې دغه ستونزې جاري وي نو زر ده چې د ټرانزټ دغه ټول تجارت به د چاه بهار بندرګاه ته واوړي او پاکستان کښې مېشت د پولې سره خوا کښي اولسونه به د اقتصادي مرګ سره مخامخ شي. پولې سره خوا کښې دغه اولسونه د پېښور، نوښار، خېبر نه واخله تر مومند، باجوړ، بنو، ټانک، ډي اٰئي خان، کرم، شمالي وزيرستان او جنوبي وزيرستان پورې خوارۀ دي. د توخم پولې د بندېزونو اغېز به پۀ دغه ټولو سيمو پرېوځي. بلې غاړې ته ماهرين او ټول چېمبر اٰف کامرس اېنډ انډسټري پۀ دې خبره ټينګار کوي چې نۀ صرف دا چې پاکستان دې د تورخم بندېزونه لري کړي، بلکې پاکستان دې سمدستي افغانستان سره د ترجيحي تجارت لوظنامه لاسليک کړي.د سياسياتو او بشرياتو ماهرين دا هم وائي چې کۀ دوه ګاونډي هېوادونه تنازعات هم لري خو کۀ د پولې دواړو غاړو ته د يو قام اولسونه اٰباد وي نو د دوي تر مېنځه دغه پولې غېر ضروري کېږي.

    تجارت، کلتور او سياست:

    د تورخم پۀ پوله د بندېزونو لۀ کبله د پولې دواړو غاړو ته د تجارت بې کچه کمېدل به لامحاله څو مهمې نتيجې راوړي.

    يوه مهمه نتيجه به دا وي چې د پاکستان او افغانستان تر مېنځه دوه اړخيزه تجارتي اړيکې به نورې خرابې شي. دغسې به پاکستان ته د منځنۍ اسيا د توانائي ذخيرو نه ګټه وچتولو کښې غټ خنډان پېدا شي. دې سره سره به “سنګهائي تعاون تنظيم” کښې د پاکستان رول د نيشت برابر شي. د پاکستان دغه رول کښې چې څومره کمے راځي، هغه هومره به د منځنۍ اسيا، روس، ايران، چين او هند سره پۀ لوے کچ د اقتصادي اړيکو امکان کمېږي. دې سره سره به پاکستان پۀ سويلي او منځنۍ اسيا کښې پۀ سياسي او سټراټيژيکي توګه يواځې والي غاړې ته ځي. پۀ منطقي توګه به د چين د سرمايه کارۍ او د ټاپي او کاسا پروژه کښې د پاکستان د ګټې امکانات کمېږي.

    دوېمه مهمه نتيجه به ئې دا راوځي چې د پولې دواړو غاړو ته چې قانوني تجارت کښې څومره کمے راځي، هغه هومره به غېر قانوني تجارت يعنې سمګلنګ وده مومي. د مخکښې نه موجود د سمګلنګ بشپړ جال به نور توان مند شي. دغه سمګلنګ ګاونډي هېوادونو لکه ايران، منځنۍ اسيا او چين ته هم پۀ بشپړه توګه غځېدلے شي. دې سره سره دغه سمګلنګ به پۀ لوے کچ د نشئي څيزونو، ګاډو او انسانانو د تښتونې او د وسلو د کاروبار لوے شکل واخلي. کۀ داسې وشي نو دا به د سيمې هېوادونو لپاره لوې ستونزې پېدا کړي او ارو مرو به د پاکستان دولت تر سيمئيز فشار لاندې راشي.

    درېمه نتيجه به ئې دا وي چې د تورخم پۀ پوله د بندېزونو لۀ کبله به د پولې دواړو غاړو ته د تجارت نيشتوالے دغه اولسونه او د دغه اولسونو سره د تجارت پۀ بڼه شريک نور اولسونه پۀ دې مجبور شي چې يو خوا دواړه غاړو ته تجارتي سرمايه کارۍ نه لاس واخلي او بلې غاړې ته د خپلو هنرونو او خدماتو عوض پۀ نور مارکيټونو کښې لټول پېل کړي. زيات امکان دا دے چې د پولې نه د شرق غاړې ته اولسونه به د لاهور، فېصل اباد، پنډۍ، کراچۍ، دوبۍ او نورو خليجي هېوادونو ته مخه کړي او د پولې د غرب غاړې ته اولسونه به ايران، هند او اروپا ته مخه کوي. د دې پايله به دا وي چې د اولسونو تر مېنځه کلتوري اړيکې، کوم چې پاکستان او افغانستان ډېر پۀ مثبته توګه پۀ کار راوستې شي، به نورې وشلېږي. دې سره سره به د مهاجرت يو بله څپه به د پولې د دواړو غاړو ته د اولسونه د يو نامعلوم راتلونکي سره مخ کړي. بل خوا به هم د دغه مهاجرت پۀ نتيجه کښې پۀ ګاونډي هېوادونو او د دنيا پۀ نورو هېوادونو کښې د ابادۍ د بدلون لويه ستونځه مخې ته شي.

    دا ډېر امکان دے چې د پولې دواړو غاړو ته د اولسونو تر مېنځه چې څومره څومره کلتوري اړيکې شلېږي، هغومره به د قامي شعور زيان مند کېدو سره سره د جهاني انتهاګر او ترهګر بشپړ جال د پاره لارې هوارېږي. د جنګ معيشت به پۀ مخکښې ځي او سيمئيز او عالمي هېوادونه به يو اٰتش فشا سره مخ کېږې. کۀ د دغه اٰتش فشا لاوا بهېدل شروع شو نو مخکښې نه موجود اور به نور پۀ غرغنډو شي.

    تجويزونه:

    د پاکستان او افغانستان تر مېنځه د ترجيحي تجارت لوظنامه د وخت ضرورت دے. دا لوظنامه چې څومره زر وشي، دومره به دواړو هېوادونو ته ګټه رسي.

    د تورخم د پولې دواړه غاړو اولسونه او د دوي تجارتي اړيکو سره تقريباً لس ميليونه خلق تړلي دي.د لس ميليونه خلقو سماجي، اقتصادي او کلتوري ژوند کښې اړے ګړے د يو نوي طوفان پېش خېمه جوړېدې شي.د پاکستان او افغانستان دولتونه بايد د سټرېټيژيکي مفاداتو د حصول لپاره دغه اولسونو ته سهولتونه ورکړي چې د جنګ معيشت د امن معيشت ته بدل شي.دغسې به د پولې دواړو غاړو ته د غېر قانوني تجارت مخنيوے هم وشي.

    د تورخم پۀ پوله او دغسې د افغانستان او پاکستان تر مېنځ پۀ نورو کنډاوونو بندېزونه د ترهګرۍ لار نۀ شي نيوے. بايد پاکستان او افغانستان د ترهګرۍ مخنيوي لپاره پۀ ګډه تګلاره جوړه کړي. د پولې بندېزونه به د جنګ او ترهګرۍ اقتصاد ته وده ورکوي. بايد چې د پولې د دواړو غاړو د اولسونو تګ راتګ باندې قدغنونه وچت کړے شي او د دې پۀ ځاے د ترهګرۍ مخنيوي د پاره مربوط استخباراتي نظام پۀ کار راوستے شي.

    د سيمې کلهم رياستونه او پۀ خصوصي توګه پاکستان چې بايد د پراکسي جنګونو نه لاس واخلي او د غېر رياستي وسله والو ډلو مرسته پرېږدي.

    References:

    (1) Pak- Afghan joint Champers of Commerce & Industry.

    (2)Muhammad, Peer- 2016.Pak Afghan Trade: Overview and trends. Conflict and Peace Studies. Vol.8.No.1

    (3)Dawn, July 24,2016. Travel Restrictions at Torkham hit restaurant business along border.

    (4) Yousafzai, Ashfaq. Afghan patients hit hard by visa restrictions. Dawn July 29,2016.

    (5) Personal Interview with Head of Rehman Medical Institute, Hayatabad, Peshawar on July

    25,2016.

    (6) Personal Interview with president of Private Schools Management Association on July 26. 2016

    (7) Muhammad, Peer. 2016 Pak Afghan Trade: Overview and trends

    . Conflict and Peace Studies. Vol. 8. No.1

  • د عوامي نېشنل پارټۍ پښتونخوا ثقافتي سرګرميانې – خادم حسېن

    د عوامي نېشنل پارټۍ پښتونخوا ثقافتي سرګرميانې – خادم حسېن

    ۱. د ملګري ليکوالانو تنظيم

    ‎ ا- شاعران او ليکوالان د پارټۍ د یو ذيلي تنظيم پۀ حېثیت قامي تحريک سره د تړلو د پاره مونږ د خپل صوبائي صدر پۀ هدایت پۀ جون کښې د بېلابېلو ضلعو د ملګري ليکوالانو تنظيمونه جوړول شروع کړل. تر اوسه مو د پښتونخوا پېښور ډويژن، جنوبي سيمو او شمالي سيمو کښې پۀ شلو (۲۰) ضلعو کښې د ملګري . ليکوالانو تنظيمونه جوړ کړل (لا تر اوسه پاتې ضلعو کښې کوهستان، چترال، بر دير، باجوړ، مومند، لکي مروت، ټانک، ‌‌‌‌‌‌ډي ائي خان، جنوبي وزيرستان، شمالي وزيرستان، مانسهره، اېبټ اباد او هري پور شامل دي). داسې مو پۀ سوونو ليکوالان د پارټۍ د سېوري لاندې راجمع کړل. دوي د پارټۍ تنظيمونو شرېکې غونډې، مشاعرې او ناستې کوي او د پارټۍ بیانیه پۀ مخکښې بوځي .

    ب. د ملګري ليکوالانو د جوړولو منظم عمل د پاره مو یو ارګنایزنګ کمېټي او عبوري ائين جوړ کړو کوم چې مو د کابينې د منظورۍ د پاره ستر سېکتر ته حواله کړے دے او دې رپورټ سره اټېچ دے.

    ‎د ملګري ليکوالانو صوبائي ارګنایزنګ کمېټي به تر اکتوبر ۲۰۲۰ پورې خپل کار تر سره کړي او بیا به تحليل شي. د ټولو ضلعو د ملګري ليکوالانو د تنظيمونو جوړولو نه وروستو به مونږ هم اکتوبر کښې د ملګري ليکوالانو د صوبائي تنظيم پراسس مکمل کړو او هم اکتوبر کښې به د صوبائي صدر پۀ هدایت د ټولې صوبې د ملګري ليکوالانو صوبائي کنونشن پۀ باچا خان مرکز کښې راوغواړو .

    ج. کومه کومه ضلع کښې چې د ملګرو ليکوالانو تنظيمونه جوړېږي، هغلته د پارټۍ د ضلعې د ثقافت سېکترانو، د تحصيل د ثقافت سېکترانو او د یونین کونسلونو د ثقافت سېکترانو او ملګري ليکوالانو شريکې غونډې کوو. دې سره یو غاړې ته د ثقافت سېکتران د خپلو ذمه وارو پۀ لحاظ فعال کېږي او بلې غاړې ته د یونین کونسلونو پۀ سطح د غونډو شېډول جوړېږي .

    ۲ . د قامي ورځو نمانځل

    ا. د اګست پۀ دولسمه مو د صوبائي صدر پۀ هدایت د ټولې صوبې څۀ هر تحصيل کښې د بابړې ورځ ونمانځله. دې کال ددغه ورځې پۀ مناسبت پۀ لکهونو خلک د پارټۍ د تنظيمونو سېوري لاندې راجمع شول. پۀ باچا خان مرکز کښې پۀ خپله صدر صېب ګډون وکړو. د سپين ملنګ د عنوان لاندې چې کوم تهېټر مرکز کښې ولوبولے شو، هغه پۀ سوشل ميډيا تقريبا څلور لکهه خلکو وکتو.

    ب. دغسې د اګست پۀ څليرشتمه (24) د صوبائي صدر د هدایت تر مخه د صوبې د ټولو ضلعو تحصيلونو کښې مو د سپين تنګي د سانحې ورځ ونمانځله. دغه غونډو کښې هم پۀ زرګونو خلکو ګډون وکړو. ددې ورځې پۀ مناسبت د بنو ‌‌‌‌‌‌ډومېل تحصيل کښې مرکزي جلسه وشوه چې پکښې د صوبائي کابينې ټولو غړو ګډون وکړو .

    ۳ . د عوامي نېشنل پارټۍ کلچر کمېټي

    د صوبائي صدر پۀ هدایت او منظورۍ مو پۀ 14 ستمبر د صوبائي کلچر د نګرانۍ لاندې د پارټۍ کلچر کمېټي اعلان کړه. کمېټۍ کښې مو د صوبې د ثقافت پوهان او نوموړي شخصیات شامل کړل. دا کمېټي به درې کارونه کوي :

    یو دا چې دا کمېټي به د پښتونخوا ثقافتي بیانیه باندې کار کوي چې د پارټۍ منظورۍ نه وروستو بیا دا د پارټۍ ثقافتي بیانیه شي. دوېم دا چې د پارټۍ پۀ ثقافتي پاليسۍ سنجيده کار وکړي او د ثقافتي پاليسۍ یو تفصيلي خاکه تیاره کړي. درېم دا چې د انجمن اصلاح الافاغنه راروان کال د ټولې صوبې هره ضلع کښې د سل کلنيز جشن نمانځلو د پاره تفصيلي پلان تیار کړي. دې سلسله کښې د کلچر کمېټۍ یو اجلاس باچا خان مرکز کښې تر سره شوے .

    ۴. د انجمن اصلاح الافاغنه د سل کلنيز جشن پلان

    ۲۰۲۱ کښې به د انجمن اصلاح الافاغنه سل کاله مکمل شي. د پارټۍ کلچر کمېټي به د اکتوبر تر دوېمې هفتې ټوله صوبه کښې د سل کلنيز جشن مکمل پلان تیار کړي. هم اکتوبر کښې چې د صوبايي صدر پۀ مشوره د ملګري ليکوالانو صوبائي کنونشن کوو نو صوبائي صدر به دغه پلان اعلان کړي.

    ۵ . هنرمندانو سره اجلاس او مرسته

    جولائي کښې مو د ټي وي او رېډيو فنکارانو او د ميوزک هنرمندانو سره یو تفصيلي اجلاس وکړو. دې اجلاس کښې د ملګري هنرمندانو د تنظيم جوړولو اصولي فېصله وشوه. د ملګري ليکوالانو تنظيم ودرولو نه وروستو د ملګري هنرمندانو پۀ تنظيم لاس پورې کوو.

    دې سره سره مو د صوبائي صدر پۀ هدایت د ټي وي فنکاره ‌‌‌‌‌‌ډاکټر ثروت علي او نوموړي شاعر اکمل ليوني سره د باچا خان ټرسټ لۀ اړخه مالي مرسته وکړه چې پۀ سوشل ميډيا ئې ‌‌‌‌‌‌ډېره ستائنه وشوه.

  • د افغانستان سوله کښې د خپلمنځي خبرو اترو چېلنجونه – ډاکټر خادم حسېن

    د افغانستان سوله کښې د خپلمنځي خبرو اترو چېلنجونه – ډاکټر خادم حسېن

    سږکال د فرورۍ میاشت کښې چې افغانستان د پاره د امريکې خصوصي استازي زلمي خليلزاد او د افغان طالبانو د دوحه دفتر تر مېنځه موافقنامه اعلان شوه نو د بېلابېلو غاړو نه بېلابېل نظرونه وړاندې کړے شو. د څۀ خلکو د غاړې نه د خوشفهمۍ او خوښۍ غېر مشروط څرګندونه وشوه. ځکه چې دا معلومه خبره ده چې د افغانستان اولس د جنګ نه ستړے شوے دے. د افغانستان اولس سولې ته لویه اړتیا هم لري او ‌‌‌‌‌‌ډېر شديد خواهش هم. د ډيورنډ کرښې نه دواړو غاړو ته د پښتنو اکثریت هم افغاستان کښې د سولې ‌‌‌‌‌‌ډېر خواهشمند دے. ځکه چې دا هم معلومه خبره ده چې پۀ افغانستان کښې سوله به پۀ سيمئيزه توګه سولې ته لاره هواروي.

    ‎د امريکې او طالبانو تر مېنځه موافقنامه لاس ليک کېدو نه وروستو څۀ بنیادي اندېښنې هم څرګندې شوې. چونکې د سولې خواهش د پوره کېدو تر ټولو لوے شرط د افغانانو د خپلمنځي خبرو اترو کامیابي ده نو ځکه د خپلمنځي خبرو اترو پۀ شرایطو اتفاق ضروري امر دے. هر څو کۀ جګړه پۀ افغانستان کښې لۀ ‌‌‌‌‌‌ډېرې مودې د بهر نه راتپل شوې ده خو د جګړې د ختمولو مسئولیت پۀ خپله د افغانانو دے. د جګړې یواځېنے دوامداره حل د افغانانو د خپلمنځي خبرو اترو کامیابۍ کښې ليدل کېږي. خو دا خبره هم مهمه ده چې نړيوال قوتونه او د افغانستان ګاونډي هېوادونه د افغانانو خپلمنځي خبرو اترو کښې د یو فريق شا ‌‌‌‌‌‌ډبولو نه قلار شي. د افغانستان ګاونډي هېوادونه باید د افغانانو د خپلمنځي خبرو اترو اختیار هم د افغانانو ومني. دې خبرو اترو کښې ايله دومره سهولت کاري وکړي چې انتها ګر قوتونه د خبرو اترو مېز باندې کښېناستو ته مجبوره کړي.

    د افغانانو د خپلمنځي خبرو اترو دوران کښې د افغان اولس او افغان سول سماج لۀ خوا بعضې ‌‌‌‌‌‌ډېرې مهمې اندېښنې څرګندولې کېږي. یوه اندېښنه داده چې د سولې په ترڅ کښې به چرته د افغانستان موجوده نظام خو نۀ ړنګېږي. چرته د افغانستان اساسي قانون، اولسي جرګه، د مشرانو جرګه او نورې ادارې خو به د مېنځه نۀ ځي؟ او کۀ دغه ادارې د مېنځه ځي نو ددې پۀ ځاے کوم قسمه ادارې مېنځ ته راځي؟ هم دې سره تړلې اندېښنه دا څرګندولې کېږي چې کۀ طالبان دولتي او نظامي ادارو کښې د خپلې نمائندګۍ نه سېوا برخمن شي نو افغانستان کښې به د بشري حقونو څۀ حال وي؟

    ‎هر څو کۀ افغانستان د تېر شوي څلورو لسيزو نه جنګ زپلے دے خو نني افغانستان کښې پۀ شلګونو شخصي ټېلېوېژن چېنلونو، پۀ شلګونو دولتي او شخصي پوهنتونونو او پۀ سوونو مدني ادارو کښې پۀ زرګونو ځوانان او ښځې خپلې دندې تر سره کوي، نوي هنرونو او ټېکنالوجۍ سره اشنا کېږي او یو قوي سول سماج جوړوي. کۀ خداے مۀ کړه د خبرو اترو پۀ جریان کښې ددغه قوي سماج د غوښتنو پۀ ضد پرېکړې وشي نو افغانستان کښې به پۀ ‌‌‌‌‌‌ډېر لوے کچ ټولنيزې ستونزې او تنازعات مېنځ ته راشي.

    ‎افغانستان کښې د خپلمنځي خبرو اترو عمل کښې تر اوسه ګڼ شمېر خنډان راغلي دي او توقع کېدے شي چې راتلونکي کښې به هم راځي. وړومبے خنډ د نيولي شوي جنګیالو او دولتي عسکرو د خوشي کولو پۀ لړ کښې راغلے ‌ؤ. د افغانستان د دولت دريځ دا ‌ؤ چې نيولے شوي درې زره جنګیالو کښې څۀ داسې کماندانان دي چې کۀ هغوي خوشي کړے شول نو د جنګ مېدان به نور تود شي. د طالبانو دريځ دا ‌ؤ چې تر څو دغه جنګیالي نۀ وي خوشي کړے شوي، خپل منځي خبرې اترې عبث دي. دغه خنډ د دقيق مذاکراتو او د امريکې سهولت کارۍ سره لرې شو. تر اوسه او لا اوس هم تر ټولو غټ خنډ دادے چې د خپلمنځي خبرو اترو د کامیابۍ د پاره ‌‌‌‌‌‌ډز بندي او اوربندي ضروري ده. د ‌‌‌‌‌‌ډز بندۍ تر ټولو غټه ګټه به دا وي چې هاغه خلک او قوتونه به بربنډ شي چې څوک افغانستان کښې خپلمنځۍ خبرې اترې ناکامه کول غواړي. طالبان لا تر اوسه ‌‌‌‌‌‌ډز بندۍ ته غاړه نۀ ږدي نو ځکه افغانستان کښې د ترهه ګرۍ د لاسه امروزه پۀ شلګونو وګړي خپل قيمتي ژوند بائيلي. دې سره کۀ یو غاړې ته دجنګ مېدان تود دے نو بلې غاړې ته عام اولس کښې دا تاثر ورځ تر ورځه ځاے نيسي چې طالبان د خبرو اترو پۀ ځاے د جنګ پۀ ذريعه ګټه کول غواړي. عام اولس داسې فکر کوي چې طالبان د سولې پۀ ځاے د جنګ پلویان دي او د قبضه ګرۍ پۀ ضد د جنګ پۀ پلمه خپل اختیار او قدرت ته لاره هواروي ځکه چې جګړه څومره اوږدېږي نو بهرني او امريکايي ځواکونه به هغومره ايسارېږي.

    ‎ افغانسان کښې خپلمنځي خبرو اترو د پاره یو بل غټ چېلنج دادے چې د افغانستان راروان بندوبست کښې به د افغانستان ملي اردو او پوځ او د طالب جنګیالو رول څۀ وي او کمان به ئې د چا وي؟ د طالبانو دريځ داسې معلومېږي چې پۀ دې ټينګار وکړي چې د افغانستان د پوځ د درې لکهه عسکرو تعداد کښې کموت راوستے شي او دغسې د طالب جنګیالو او ملي اردو پۀ تناسب کښې توازن پېدا شي. د طالبانو ددې دريځ معنې به داوي چې د افغانستان راروان انتظام کښې تر ‌‌‌‌‌‌ډېره حده د افغانستان د پوځ کمان د دوي لاس ته راشي.

    ‎د افغانستان د خپلمنځي خبرو اترو د پاره یو غټ بهرنے چېلنج دا رامنځته شوے دے چې د پاکستان حکومت داسې څرګندونې کوي چې امريکه دې افغانستان نه خپل پوځونه هله وباسي چې ددوي بنیادي غوښتني د افغانستان پۀ قیادت ومني. هغې کښې د پاکستان وړومبۍ او زړه غوښتنه داده چې د افغانستان قیادت دې د ډيورنډ کرښه پۀ رسمي توګه ومني. د دې غوښتنې پوره کولو کښې تر ټولو لوے خنډ دادے چې د افغانستان عام اولس پۀ دې متفق دے چې د ډيورنډ کرښه کله هم پۀ رسمي توګه ونۀ منلے شي. چې څوک هم دغه غوښتنې ته غاړه ږدي نو هغه به د افغان اولس اعتماد پۀ مکمله توګه بائیلي. د پاکستان د حکومت دوېمه غوښتنه داسې څرګندولې کېږي چې افغانستان کښې د هند اثر او نفوذ کم شي ځکه چې د پاکستان د حکومت دا خیال دے چې هند افغانستان کښې خپل اثر او نفوذ د پاکستان د مفاداتو پۀ ضد کاروي. داسې ښکاري چې دې غوښتنه باندې پۀ دې شرط خبرې اترې کېد ے شي چې پاکستان، افغانستان سره دوه اړخيزه تجارتي اړيکو ته وده ورکړي او د افغانستان سوله کښې مثبت رول ولوبوي. دې د پاره دا لازم ده چې افغانستان سره خپلې ټولې پولې د ډيورنډ د کرښې د دواړو غاړو پښتون اولس د پاره پرانستې وساتي.

    ‎سره ددې ټولو چېلنجونو افغانستان کښې سوله د ټول افغان اولس حق هم دے او دې ته بې شانه اړتیا هم لري. دغسې افغانسان کښې سوله د سيمې د ټولو اولسونو او قامونو پۀ ګټه تمامېږي.

  • د ملګري ليکوالانو تنظيم او تشکيل – ډاکټر خادم حسېن

    د ملګري ليکوالانو تنظيم او تشکيل – ډاکټر خادم حسېن

    دا خبره د چا نه پټه نۀ ده چې ليکوالي د يو قام او ټولنې د فکري تخليق يو ډېر مهين اړخ دے. د خاورې ناورين، ټولنيز احساسات او عاطفې او د اولس ټولنيزې تجربې چې څنګه پۀ شعر، افسانه، ناول او تکل کښې څرګندولے کېدے شي داسې احتمالا د فن نورو اصنافو کښې مشکل دے.

    ژبه چې ټولنيز فکري تخليق سره اېغ پۀ نېغه اړيکې لري چې څنګه د ليکوالۍ پۀ واسطه پراخه کېږي داسې شايد د نورو وسيلو پۀ ذريعه ممکنه نۀ ده. پۀ ټوله نړۍ کښې د سياسي بدلونونو او سياسي تحريکونو د بيانيو جوړښت او خپرولو کښې د ليکوالانو ونډه تاريخ وخت پۀ وخت روښانه کړې ده.

    د باچاخان د ټولنيز بدلون تحريک کښې د وړومبي پړاو د بيانيې جوړولو عمل ليکوالانو ترسره کړے ؤ. دې پړاو کښې مولوي فضل محمود مخفي، خادم محمد اکبر، عبدالاکبرخان اکبر او نوازجليا د اساس ايښودو کار کړے ؤ. باچاخان خپل ژوند ليک کښې د دغه اساسي فکري اعتراف پۀ ډېرو درنو ټکو کښې کړے دے. د انجمن اصلاح الافاغنه او ازاد سکولونو دوره کښې د ليکوالانو او شاعرانو يو کلهمه قافله وجود ته راغله او الف جانه خټکه، عبدالخالق خليق، فضل رحيم ساقي، ماسټر کريم او نورو پۀ سلګونو ليکوالانو او شاعرانو د جلسو جلوسونو او پښتون مجلې پۀ واسطه دعدم تشدد، حريت، ټولنيز عدالت، هنرمندۍ، قامي تړون، صنفي مساوات او د پوهنې مفکوره هرکلي، هرچم او هرکور ته ورسوله.

    دا خبره هم د فکر وړ ده چې کۀ ليکوال قامي تحريک سره ملګرتيا نۀ وے کړے نو د تحريک تاريخ به د حکومتي او رياستي جبر دلاسه ورک او يا به مسخ کړے شوے ؤ. د احمدکاکا “خدائي خدمتګارتحريک”، د فضل رحيم ساقي دوه کتابونه، د ماسټرکريم افسانې او ليکونه، د مهدي شاه باچا افسانې، د ميا اکبر شاه “د ازادۍ تلاش”، د عبدالخالق خليق “دازادۍ جنګ”، د عبدالمالک فدا نظمونه او د خدائي خدمتګار سرفرازخان “خدائي خدمتګارتحريک، تبصره او تجزيه” هغه اثار دي چې د باچاخان ژوند ليک “زما ژوند اوجدوجهد” او د ولي خان کتاب “باچاخان او خدائي خدمتګاري” سره ئې پۀ ګډه د قامي تحريک بيانيه پۀ مخکښې اوړې ده او د قامي تحريک د ميل کاڼي ئې خوندي ساتلي دي.

    دا هم يو حقيقت دے چې د والټېر نه بغېر د فرانس انقلاب او ټالسټائي او مېکسم ګورکي نه بغېر د روس د انقلاب تصور کول ګران دي. د ليکوال او تحريک ترمېنځه دغه دوه اړخيزه تعلق د قام، ليکوالۍ او تحريک درې واړو پۀ ګټه تمامېږي ۔

    عوامي نېشنل ګوند چونکې د قامي روښان فکره جمهوري تحريک تسلسل دے نو ځکه دا خبره ضروري وګڼلې شوه چې د ګوند د صوبائي تنظيم د سېوري لاندې دې د پښتونخوا ليکوالان منظم کړے شي څو چې قامي بيانيه، د عدم تشدد مفکوره، جمهوري فکر، ټولنيز عدالت او صنفي برابري د ټولنې رګونو ته ننوځي او د ټولنيزوادبياتو تخليق د پاره سازګار چاپېريال جوړ کړے شي.

    د عوامي نېشنل ګوند د سېوري لاندې د ملګري ليکوالانو تنظيم د خپل ائين او منشور لاندې هره ضلع، ډوېژن او بيا صوبه کښې تنظيم جوړوي، د ملګري ليکوالانو د تنظيم سازۍ د پاره د ګوند د صوبائي کلچر سېکتر پۀ مشرۍ يوه اووه تنيزه ارګنائزنګ کمېټي اعلان کړې ده. دې ارګنائزنګ کمېټۍ پۀ خپله لومړۍ غونډه کښې د منشور او ائين کمېټي جوړه کړه. دغه کمېټۍ يو ائين ډرافټ کړو کوم چې د ګوند د صوبائي کابينې نه منظورۍ د پاره د ګوند ستر سېکتر ته حواله کړے شوے دے. دغه عبوري ائين به وروستو د ملګري ليکوالانو صوبائي کونسل نه توثيق کېږي. د ملګري ليکوالانو د عبوري ائين ترمخه هره ضلع به د ملګري ليکوالانو بنيادي يونټ وي او د ګوند د ضلعې کلتور سېکتر به د ملګري ليکوالانو د ضلعې تنظيم د پاره د رابطه کار رول لوبوي. د عوامي نېشنل پارټۍ د ضلعي تنظم او د ملګري ليکوالانو د ضلعي تنظيم ترمېنځه به د پارټۍ ضلعي سېکتر د کوارډينېټر پۀ حېث کارکوي. دغسې د عوامي نېشنل پارټۍ صوبائي کلچر سېکتر به د ملګري ليکوالانو د صوبائي تنظيم اېډوائزر يا صلاح کار وي. د هرې ضلعې بنيادي يونټ د پاره به د کم نه کم دېرش ليکوالانو رکن سازي ضروري وي. د ملګري ليکوالانو ضلعي تنظيم به کم نه کم لس ممبران د ملګري ليکوالانو صوبايي کونسل د پاره ټاکي.

    د ملګري ليکوالانو د عبوري ائين ترمخه د ملګري ليکوالانو لانديني عمومي مقاصد اواهداف ټاکلے شوي دي.

    1. پۀ پښتونخوا کښې د وئيلې کېدونکو ژبو او د دې ژبو د ادبياتو د پاره منظمې هلې ځلې کول.

    2. پۀ پښتونخوا کښې د وئيلې کېدونکو ژبو د ليکوالانو، شاعرانو او اديبانو د حقوقو لاس ته راوړنې د پاره منظم تنظيمي زيار باسل.

    3. د پښتون وطن پۀ اوسمهاله سياسي جغرافيه کښې تخليقي عمل منظم کول اودا تخليقات د عوامي نېشنل پارټۍ د نظريې سره سم د قامي، جمهوري او ترقي پسنده سياسي بيانيې د ودې او پرمختګ د پاره کارول.

    4. مياشت پۀ مياشت باقاعدګۍ سره “د قامي فکر” د سرخط لاندې هره ضلع کښې پۀ مختلفو ځايونو تربيتي نشستونه کول او د دې رودادونه اوتصويرونه د منتظم، دصوبائي کلتورسېکتر) ته استول.

    5. د قامي ورځو د نمانځلو د پاره ټوله پښتونخوا کښې منظمې دستورې کول.

    د ملګري ليکوالانو ارګنائزنګ کمېټۍ کښې د بېلابېلوسيمو د پاره غړي ټاکل شوي دي او د دې غړو د سهولت کارۍ د پاره کنوينر هم ټاکلے شوے دے او د عوامي نېشنل ګوند د هرې ضلعې کلتور سېکترانو ته د ليکوالانو د فهرستونو را غونډولو ذمه وارۍ هم سپارلې شوي دي، توقع دا ده چې د ملګري ليکوالانو د ضلعو، ډوېژنونو او صوبې تنظيم درې مياشتو کښې يعنې تر اکتوبر 2020ز پورې جوړ شي.

    ملګري ليکوالان به د تحريک د نورو څانګو لکه د ملګري وکيلانو، ملګري ډاکټرانو، ملګري استاذانو، ملګري پېرامېډېکس، پښتون سټوډنټس فېډرېشن او نېشنل يوتهـ ارګنائزېشن پۀ شان د تحريک فکري بيانيه او سياسي مبارزه لا نوره بشپړه کړي.

    نوټ:ليکوال د عوامي نېشنل پارټۍ پښتونخوا صوبائي کلتور سېکتر دے.

  • مطالعه او څېړنه د پوهې سرچينې دي (دوېمه برخه) – ډاکټر خادم حسېن

    مطالعه او څېړنه د پوهې سرچينې دي (دوېمه برخه) – ډاکټر خادم حسېن

    • د البرټ کاميو ‘دي پلېګ’ وباء:

    ‎فرانسيسي پنځګر، تخليق کار او اديب البرټ کاميو 1913 کښې الجيرز کښې زېږېدلے ‌ؤ او 1960 کښې مړ شوے ‌ؤ. پۀ 1957 کښې کاميو ته د ادبیاتو نوبېل جائزه ورکړې شوه. تر هغه مودې کاميو پۀ تاريخ کښې دوېم ځوان اديب ‌ؤ چې نوبېل جائزه ئې تر لاسه کړې وه.

    ‘‎دي پلېګ’ د کامیو هغه ناول دے چې د نړۍ او منطقې اوسمهاله دورې سره بېخي نزدې ورته والے لري. د دې ناول پلاټ کښې قرنطينه، د ښاريې تړل، ځانګړي روغتونونه، د جراثيمو وينځل، د مړو خلکو د پاره د کفن دفن جلا بندوبست، د معالجينو او د هغوي د مرستیالانو زحمت او مشقت او داسې نورې یادونې؛ برېښي لکه چې د اوسنۍ کورونا وباء انځورګري کوي.

    ‎ناول کښې ‘اوران’ د سمندر نه د یوې غونډۍ شا ته یوه وړوکې ښاریه ده. ښاريه کښې د ناول مرکزي کرېکټر ‘ډاکټر برنارډ ليوکس’ ته د مږو پرله پسې مړۀ کېدو نه د وباء ګمان کېږي. دغه وباء بیا انساناتو ته منتقل شي او ښاریه کښې د ورځې پۀ حساب پۀ سوونو نفوس مري. ښاریه وتړلې شي او د ډاکټر ليوکس پۀ تعقيبولو د ښاریې مقتدره د وباء نه د ژغورنې د پاره ګامونه پورته کړي.

    ‎ناول کښې د ښاريې د تړلو او د وباء د وېرې لۀ امله ټولنيز او اروائي بدلون پۀ دومره هنر انځور شوے دے چې لوستونکے ځان سره ‘اوران’ کښې لاس نيولے ګرځوي. لکه یو وار ډاکټر ليوکس داسې انګېري چې جهان کښې وباء او جنګ هغه دوه مړۀ کوونکي عوامل دي چې بیا بیا راګرځي خو بیا هم انسانان دا دواړه ناڅاپي ګڼي. ليوکس ګمان کوي چې تېره موده کښې نړۍ کښې د دېرشو غټو وباګانو لۀ امله احتمالاً شل ميلیونه نفوس مړۀ شوي دي. ناول کښې د وباء نه خلاصون د پاره د ډاکټر ليوکس، ګرانډ، جېن تارو او ډاکټر کاسټل نۀ ستړې کېدونکې مبارزه، د بشر د نوغي زغم، عاطفې ، قوي ارادې او د نورو انسانانو د پاره احساس مونږ ته څرګند مخې ته راولي.

    ‎د کاميو د دې ناول د قصۍ د متن تکنيک، د پلاټ رغښتونه، د کرېکټرونو پنځونه، د فکر ژورتیا او د بیان د سلاست بې ساري سبک د زدکړې غټه سرچينه ده. دا ناول پۀ وړومبي وار پۀ 1947 کښې خپور شوے ‌ؤ او پۀ وروستي وار وېنټېج انټرنېشنل پۀ 1999 کښې خپور کړے دے. د فرانسيسۍ نه دا ناول سټيوارټ ګلبرټ انګليسۍ ته ژباړلے دے.

    • ‎د عبدالله جان جمالديني ‘لټ خانه’:

    ‎د بلوچستان د نوموړي فرهنګپال عبدالله جان جمالديني پۀ اردو ژبه ليکلے د یاداشتونو کتاب ‘لټ خانه’ پۀ وړومبي وار پۀ 2002 کښې خپور شوے ‌ؤ او پۀ درېم وار سنګت اکېډمي کوئټې پۀ 2017 کښې خپور کړو.

    ‎دې کتاب بلوچستان کښې د روښانفکره فرهنګ پالنې او سیاست د تدرېجي ودې یو شمېر اړخونه روښانه کړي دي. پۀ بې ساري خوږ او پوست سبک کښې ليکلے شوے دا کتاب بلوچستان کښې د نولس سوه پنځوسم د عشرې نه را پۀ دې خوا د فکر، فرهنګ، ادبیاتو او د اولس دوسته سیاست د رڼا خورولو د پاره د هغه وخت د منورينو د ځوان کهول د بې لوثه ستړو او مبارزو زړۀ راکښونکے داستان مرتب کوي. دې کتاب پۀ ډېر زړۀ راکښونکي ډول بلوچستان کښې د بلوچو او پښتنو ګډ فرهنګي او روښانفکره سیاسي روایات پۀ ګوته کړي دي.

    ‎کتاب کښې ظرافت او زړۀ دړدوونکي یادونه څنګ پۀ څنګ غزونې کوي. د ځوانانو دغه ټولګي چې د سرکار ملازمت پرېښودو او د یو خونې د کرایه کور کښې ئې اوسېدل پېل کړل نو د کور نوم ‘لټ خانه’ کېښودے شو. بیا چې کله ئې د روزګار د پاره د یو دکان د خلاصولو د پاره صلاح مصلحت کول او هره خبره کښې به ئې دا یادونه کوله چې “في الحال به دا وکړو”، “في الحال به هغه وکړو” نو د دکان نوم ‘في الحال’ کېښودے شو.

    • ‎د حیات روغاني ‘نېنځک’:

    ‎د حیات روغاني ناول ‘نېنځک’ عربستان پښتو ادبي تړون پۀ 2012 کښې خپور کړے دے.

    ‎دې ناول یوه داسې موضوع سنجولې ده چې پۀ خپله ادعاء پر مختللې ټولنو کښې هم داسې موضوعاتو باندې تخليق کول د سرو مچو ګګ له لاس وړل ګڼلے کېږي. دې ناول هغه ساندې پنځولې دي چې پۀ یويشتمه پېړۍ کښې هم لا د درېم جنس یا ټرانسجنډر انسانانو زړونو کښې لکه د ليتکي نرۍ نرۍ غرغنډو کښې سا اخلي.

    ‎د دې ناول قصۍ کښې د راتلونکو واقعاتو تلوسه او سسپنس لوستونکے دومره ځان کښې رانغاړي چې د انتظار پرهرکوونکې شېبې زغملې نۀ شي. د قصۍ تنسته یا پلاټ یوه داسې تمثيلي بڼه لري چې لوستونکے د تخیل پۀ پرده ټول واقعات پۀ خپلو سترګو کښې انځور کولے شي. د قمرو او ناموس خان د مرګ نه وروستو به د هغوي د تي زوے څۀ کوي؟ د ميرګاټي د زیاتي نه وروستو به ځيرک خان اوس کومه لار خپلوي؟ کراچۍ ته رسېدو نه وروستو به ځيرک خان څۀ کوي؟ د ځيرک خان ترونه قدوس لالا او پانوس به څنګه غبرګون کوي؟ مابتۍ باندې به څۀ تېرېږي؟ دا او داسې بې شمېره سوالونه لوستونکے د ناول نه سر اوچتولو ته نۀ پرېږدي.

    ‎دې ناول کښې پۀ شلګونو کرېکټرونه دي. یو شمېر کرېکټرونه د ناول موده کښې طبعي تدريج سره وده کوي. ځيرک خان چې د څومره لوړو ژورو نه تېرېږي نو ورسره د هغۀ جثه کښې ‘زرکه’ پېغله کېږي. دغسې مابتۍ ‎د ځیرک خان د بېلتون د پرهرونو لۀ امله ورځ تر ورځه د اروائي بدلون څړيکو سره مخ کېږي. د قمرو ژوندے روح ورځ تر ورځه مابتۍ کښې د خپل ژوندون څرګندونه کوي. د پرځند کاکا، کاکوان، مېرابان او مدهو بالا کرېکټرونه هر څو کۀ وده نۀ کوي خو د بشريت د یو شمېر صفاتو سېمبولونه ګرځي.

    ‎ناول کښې د چاپېریال بې ساري انځورګري د ليکونکي د ژورې مشاهدې څرګندونه پۀ اغېزناکه ډول کوي. د ناول د چاپېریال انځورګري دا ښائي چې دې داستاني پنځونې د پېښور درې د یو کلي کړۀ وړۀ برڅېره کړي دي. ژوره مشاهده ځان د ژبې او تخیل پۀ نوي ترکيبونو او ناویاته هنداره کښې ښائي. “د بنېن سيخونه یو بل ته غاړې وتي وو”… “د بکیاڼې، شېوې او توت ښاخونو کښې چرګو قړتارے کوۀ”… “د ځول راتلو نه وړاندې لکه چې سيلۍ سا ونيسي”… “پۀ تندي ئې وړه غوندې ټيکه د پرخې د داسې څاڅکي پۀ څير پرته وه لکه چې د رڼا وړانګه پکښې دننه د خندا نه شنه ولاړه وي”… “نن پۀ وړومبي ځل سندره مجسمه شوې وه” او ناول کښې داسې نورې بې شمېره بېلګې دا څرګندوي چې حیات روغاني يواځې یو داستان نۀ دے پنځولے، بلکې د ژبې لمن ئې هم پۀ سمبولونو، نوو ترکيبونو او استعارو پراخه کړې ده.

    ‎ناول کښې د وخت پېژندنې د پاره د خارجي واقعاتو پۀ اساس او د شعور د لړۍ د تکنيک د کارولو پۀ واسطه لوستونکي ته اشارې ورکړې شوې دي. دې تکنيک کښې ليکونکي نه داسې بې ځایه اضافې شوې دي چې کله نا کله لوستونکي ته داسې ښکاري لکه چې یوه راکښلې تنسته کښې څۀ بې ځایه رېښي د بهر نه ټومبلې شوې وي. خو دې سره سره چې دې ناول کښې د موسيقۍ او رقص څنګه تعامل انځور شوے دے، هغه د دې ناول هنرمندي د نړيوال داستاني ادب پۀ قطار کښې ودروي.

    ‎کۀ یوه داستاني پنځونه او تخليق د موضوع د ځانګړتیا، د قصۍ د بې ساري رغښتنې، د کرېکټرونو د طبعي ودې، د مشاهدې د ژورتیا پۀ واسطه د چاپېریال د انځورګرۍ او د نوي ترکيبونو، استعارو او او سېمبولونو د ايجاد پۀ سوب د ژبې د لمن د پراخولو پۀ اساس د یو سبک ساز اثر او کلاسيکي تخليق بڼه مومي نو د حیات روغاني ‘نېنځک’ پۀ دغه ټولو شرائطو یو کلاسيک او سبک ساز تخليق ګڼلے کېدے شي.

    • ‎د استاذ صديق روهي ‘ادبي تحليلونه:

    ‎د استاذ محمد صديق روهي مرحوم پۀ تاريخ او ادبیاتو د مقالو، تهيسسونو او پلټنو د دغه ټولګې لټون او سمون سر محقق زلمي هېوادمل کړے دے. د استاذ روهي دغه کتاب ‘ادبي تحليلونه’ پښتو اکېډمۍ بلوچستان کوئټې پۀ 2016 کښې خپور کړے دے.

    ‎کتاب کښې د روښانیانو د نهضت پۀ څرنګوالي، د الفت ادبي بحثونه، د هجري نړۍ ليد، پښتو معاصر ادبیات او پۀ افغانستان کښې ئې انکشاف، د ‘تاريخ مرصع’ د ليکنې مېتود او د رحمان بابا پېغام باندې مهمې او بشپړې څېړنې ځاے کړې شوې دي. پۀ ‘سراج التواريخ’ او ‘پټه خزانه’ هم درې مقالې د دې کتاب برخه دي. پۀ کتاب د سر محقق زلمي هېوادمل د سريزې تر مخه کتاب کښې قديمه مقاله د 1975 ده او وروستۍ پۀ کښې د 1995 کال ده.

    ‎د ‘ادبي تحليلونه’ د لوست نه وروستو د د ګل باچا الفت پۀ حقله د استاذ روهي دغه څرګندونه پۀ خپله د استاذ پۀ څېړنو او سبک بېخي ټول پۀ ټوله منطبق کېږي. د استاذ روهي ‘تخصيصي پوهه پۀ یو خواږۀ سبک کښې داسې الونیا کېږي لکه کوچ پۀ شېدو کښې یا وېټامن پۀ خوندوره غذا کښې.’ دا کتاب د ادبیاتو او تاريخ د سستمېتک جاج پۀ ترڅ کښې د نوي حقيقتونو د انکشاف یو جدي بېلګه ده. د معلوماتو پۀ بهير کښې د ډلبندۍ تاکتيک کارول، د استدلال د بېلابېلو لړیو دقيق پېژندنه او بیا عمومي اصولو او پرنسيب درک کول د دې کتاب هغه علمي او فکري ورکړې دي چې اوسني ادب پوهان ترې ډېر څۀ زده کولے شي. زما پۀ اند د ادبیاتو او تاريخ محصلينو، متخصصينو او محققيقينو د پاره د دې کتاب لوسته اړین ده.

    • د سعد الدين شپون ‘د سمڅې یاران’

    د استاذ شپون ناول ‘د سمڅې یاران’ دانش خپرندویه ټولنې پۀ 2002 کښې خپور کړے دے.

    د دې ناول موضوع د جنګ نه وروستو د عصبي فشار او د هغې د اغېزې لاندې د ټولنيزو رشتو شلون او د اقتصاد زبون نه چاپېره چورلي.

    شپون صېب د دې ناول قصۍ او پلاټ کښې د کردارونو د پېښو او هغوي سره د تړلي چاپېریال د اظهار پۀ واسطه تخیل او واقعیت داسې نغښتي دي چې د مېتهیو ارنلډ پۀ اصطلاح “د لوستونکي بې باوري بېخي معطل کړي.” ډېر ځلې لوستونکے د کردارونو کړنو او د هغوي محيط کښې کلهم ورک شي.

    ‘د سمڅې یاران’ هم د هغه سبک څرګندونه ده د کوم د لوستې جریان کښې چې د لوستونکي مخې ته هم شپون صاحب اېغ نېغ ودرېږي چې دا ليکوال د شپون صاحب نه علاوه بل څوک نۀ شي کېدے. اولسي ژبه، د فولکلور لکه د لنډیو او ټپو، متلونو او چاربېتو داسې کارونه چې لکه پۀ تسبو کښې ئې غمي پېئلي وي. دې ناول کښې خو ئې لا د غني خان، رحمان بابا او حميد بابا پۀ زړۀ پورې شعرونه غمي کړي دي.

    ‘د سمڅې یاران’ د لوستونکي زړۀ هلته ارې ارې شي چې ملا عبد الرحمان وائي، “کمال خانه! مونږ د اصلي نامحرم د لاس شهيدان یو – هم محرم پېژنو او هم نامحرم.”

    د دې ناول د لوستونکي لاړې هله تېرې شي چې ډاکټر کمال ته د پاسپورټونو د تیارۍ خبر ورکړے شي او د تداوي نه وروستو وطن ته بیا د راستنېدو تاکيد ورته وکړے شي. دغه د لوستونکي زړۀ کښې د بیا ودانۍ د هيلې خوږه څړيکه پرېږدي.

    • د ارمان “کرکشن”:

    د جهاني داستاني ادبیاتو پۀ تهيورۍ او تحليل د سميع الدين ارمان فکر پاروونکے کتاب ‘کرکشن’ اعراف پرنټرز پېښور پۀ 2018 کښې خپور کړے دے.

    د اتلسمې، نولسمې او شلمې پېړۍ د غرب او پۀ خصوصي توګه اروپا کښې د داستاني هنر د شاهکارونو تدريجي پنځونه او تخليق ارمان پۀ بشپړه توګه دې کتاب کښې د معروضي څېړنې تول کښې اچولي دي او زړۀ پورې کره کتنه ئې کړې ده.

    ‘کرکشن’ کښې ارمان د ورجينیا وولف ‘سټريم اٰف کانشسنس’، د ارنسټ هېمنګوے ‘اٰئسبرګ تهيوريخ، د جارج اېرول ‘1984’، د فرانز کافکا ‘ميټامارفاسز’، د ګبريل ګارشیا مارکيز ‘د یواځېوالي یوه پېړۍ’، د مېلان کنډېرا ‘داستاني حکمت او جهاني داستاني ادبیاتو کښې د فاسټس یا فاوؤسټ بېلابېل مظهرونه’ پۀ قوي استدلال سنجولي دي.

    ‘کرکشن’ کښې ارمان ځينې اساسي سوالونه هم پورته کړي دي. لکه جهاني ادب کښې د جرمن فوک کردار فاوسټ یا فاسټس باندې د بحث جریان کښې د پښتو ژبې او ادب د قدامت یو محکم دليل د جرمن ژبې او ادب نه راوړي. دغسې پۀ ګارشیا مارکيز د تحليل پۀ وخت ارمان دا اساسي سوال پورته کوي چې د ادب پوهانو جواب ته اړتیا لري:

    “زۀ دا سوال پورته کوم چې د افغان وطن پۀ خاوره د ډيورنډ د ناولې کرښې د وجود نه را واخله تر ننه چې کوم جينوسایډ روان دے، دې ولې دا قسمه ادب و نۀ زېږوۀ؟ د جهاني کچ ليکوال ئې ولې را پېدا نۀ کړو؟ دا حالات د کولمبیا د فساداتو، د هند د وېش نه ډېر زیات ژور، ګهمبير، ظالمانه او طويل دي خو بیا هم پۀ نړيوال کچ، پۀ نړيوال ادب کښې د دې رسا ګواهي تر ننه نشته.”

    د ادب تهيورۍ سره تړلے یو بل سوال چې د ‘کرکشن’ متن کښې نغښتے ښکاري خو ارمان پرې بشپړه بحث نه ډډه کړې ده، هغه دا چې “د پنځګر او تخليق کار د ذاتي ژوند او د هغۀ/ هغې تخليق او پنځونې تر منځه څۀ اړيکې وي او کۀ نه؟ او کۀ وي نو څومره او څۀ رنګه وي؟” دا سوال تېره شوې پېړۍ کښې رغښتوالو او فارملستانو ډېر پۀ بشپړه توګه مطرح کړے ‌ؤ. د کتاب متن نه داسې برېښي چې ارمان د تخليق کار د ذاتي ژوند تجربات د هغۀ یا هغې پۀ تخليق خورا اغېزمن ګڼي.

    زما پۀ اند ارمان باید دې کتاب کښې د ټالسټائي ناول ‘وار اېنډ پيس’ او د ټالسټائي د هنر نظریه او د دستوفسيکي ‘کرائم اېنډ پنشمنټ’ هم څېړلے او تحليل کړے وے. هيله کوم د کتاب دوېم وار چاپ کښې به دې غاړې ته هم پام وکړي.

    د سميع الدين ارمان د ‘کرکشن’ لوسته د ادبیاتو محصلينو او پوهانو د پاره پۀ عمومي توګه او د پښتو ادبیاتو محصلينو او پوهانو د پاره پۀ خصوصي توګه اړین بولم.

    • د استاذ شپون ‘ادبي څېړنې’:

    د استاذ سعد الدين شپون کتاب ‘ادبي څېړنې’ د څېړنیار محمد اسحاق مومند پۀ زیار او هم د نوموړي سريزې سره مومند خپرندویه ټولنې جلال اباد پۀ 2020 کښې خپور کړے دے.

    ‘ادبي څېړنې’ کښې استاذ شپون پۀ خپل مخصوص سبک کښې پۀ بېلابېلو موضوعاتو لکه “د پښتو معاصر شعر ته یوه کتنه”، “ادبي نقد”، “د ادب تاريخ ليکنه”، “ژبپوهنه” او “د پښتو اولسي ادب ته یو کتنه” باندې پۀ زړۀ پورې بحثونه کړي دي.

    داسې ښکاري چې استاذ شپون مرحوم ادبیاتو او هنر سره تړلي پۀ ګڼ شمېر عناصرو او عواملو لۀ یوې مودې راهسې ژور تفکر کړے ‌ؤ او دغه تفکر ئې بیا پۀ یو بې ساري ابلاغي توان لوستونکو ته رسولو کښې بریالے شوے دے. کۀ چا هم د استاذ شپون ناولونه لوستي وي نو د دې نه به ارو مرو خبر وي چې د استاذ سبک اېغ پۀ نېغه لوستونکو سره پۀ ډېره عادي او سليس ژبه خبرې کوي. دغه سبک د استاذ د ادبي نقد دې کتاب کښې هم څرګند ښکاري. استاذ د ډېرې وچې او پېچلې موضوع پۀ بې ساري سلاست او هوارۍ لوستونکو ته د رسولو قدرت لري.

    د کتاب بيخي وړومبۍ برخه کښې استاذ ليکي،

    “کۀ کله وایو پلانکے شعر ښۀ دے او پلانکے بد دے، نو دا پۀ دوو دليلونو تحقيقي قضاوت نۀ دے:

    1. د ښۀ او بد حکم یو اخلاقي حکم دے، نۀ علمي.

    2. چې اخلاقي هم نۀ وي، ذوقي دے. یعنې زمونږ د ادبي ذوق پۀ محک سنجول شوے دے او ذوقي حکم علمي ارزښت نۀ لري.

    پۀ تحقيق کښې د ښۀ او بد او خوندور او بې خونده سوال نۀ دے، بلکې د شکل او محتویاتو د څرنګوالي مسئله ده.”

    یوه خبره چې باید استاذ ورته یو وار بیا کتنه کړې وے، دا ده چې کله استاذ د پښتو د معاصر شعر کوم ته چې هغه د پښتو د شعر د درېمې دورې وړومبۍ مرحله وائي، کره کتنه کوي نو د دې دور بېلګې هم د ‘سراج الاخبار’ نه راخلي او پېښور او کوئټه کښې پۀ هغه موده کښې د شعر تخليق لۀ پامه غورځوي. دا هم هغه مرحله ده چې پېښتونخوا کښې د اعليٰ شعر تخليق جاري ‌ؤ. فضل محمود مخفي، عبدالاکبر خان اکبر او خادم محمد اکبر د دې دور شاعران دي.

    د کتاب یو بله برخه کښې استاذ شپون ډېره د کار خبره ليکلې ده،

    “شاعر درسته دنیا د تخیل لۀ کړکۍ ګوري او دا کړکۍ دومره پراخه ده چې د کتونکي لۀ سترګو د نړۍ هېڅ ګوټ نۀ پرېږدي… د شعر او هنر سيمه بېله ده او د سیاسي او مذهبي عقېدې سيمه بېله. هنر یوه اجتماعي مؤسسه ده او د نورو اجتماعي مؤسسو پۀ څنګ کښې د بشر د تمدن کاروان پۀ مخ بیائي.”

    • د مرزا اطهر بېګ ‘غلام باغ’:

    د مرزا اطهر بېګ د 878 مخونو ضخيم ناول ‘غلام باغ’ سانجهـ پبليکېشنز لاهور پۀ 2012 کښې خپور کړے دے.

    د ‘غلام باغ’ قصه د پېښو د ترتيب رغوڼه نۀ لري. د پېښو بېلابېل اړخونه کله د موادو د ترتيب او کله د کرېکټرونو د عادي او غېر عادي حرکیاتو پۀ واسطه سپړدلے کېږي. د پلاټ پېچلتیا د ګڼ شمېر کرېکټرونو او د یو شمېر مکاني او زماني چاپېریالونو انځور ګرۍ بڼلې ده. د ناول موضوع پۀ بېلابېلو لړو کښې د نسلونو او قامونو د ارذلیت او افضلیت او د اساطيرو د خونديتوب د ټول نظام اساس او روایتي مفکورې نړول ځان کښې راغونډ کړي دي.

    ‘غلام باغ’، ‘سنمیال’، ‘مانګر جو’، ‘ګهونسلا’ (د ناول مرکزي کرېکټر ‘کبير’ چې کومه خونه کښې اوسي، هغې ته ‘ځاله’ وائي)، ‘ياور هاوس’، ‘سائکیاټرک وارډ’ او ‘غټ ښار’ ښائي د مکاني سېمبولونو معناوې څرګندوي. ‘نيلا رجسټر’ )اسماني رنګ کتابچه(، ‘د زړو کتابونو دکان’، ‘د ګلبرټ پۀ ارذل نسلونو کتاب’، د زړو درملو کتاب ‘ګنجينه نشاط’ او د ‘هاف مېن’ پۀ غلام باغ مقاله ښائي د متن د ماتولو د سېمبولونو پۀ توګه کارولے شوي دي. د متن د ماتولو یوه بېلګه د ناول د مرکزي کرېکټر کبير د یوې انګېرنې پۀ ډول داسې څرګندېږي:

    “پنځګر د ادبیاتو تخليق نۀ کوي. ادبیات پۀ ژبه کښې لکه د یو رمز نغښتي پراتۀ وي او د پنځګر تخليق کوي. پنځګر یوه اله شي. یو داسې درز شي چې د څۀ پۀ واسطه ژبه خپل بې قابو چپاوونه بېرون ته لېږي.”

    د ناول د پلاټ د رغښت د پاره بېلابېل تاکتېکونه لکه د شعور لړۍ، ډائيلاګ او د کردارونو انګېرنې کارولې شوې دي. ناول کښې د ګڼ شمېر کردارونو تخليق شوے دے او یو شمېر کرېکټرونه پۀ کښې اروائي او فکري وده کوي. وړومبے د هافمېن مرګ او پۀ پاې کښې د کبير قتل د دې نهائي ډولونه دي.

    غلام باغ د اسطوري څېړنې، د ژبپوهنې، لرغونپوهنې او ادب پوهنې ګڼ شمېر اړخونه لري نو ځکه د دې ناول مطالعه د لوے دقت غوښتنه کوي.

    • د بایزيد روښان ‘حالنامه’:

    پۀ موجوده ډول د اتۀ سوه مخونو کتاب ‘حالنامه’ علي محمد مخلص پۀ فارسۍ کښې مرتب کړے دے خو د حالنامې د ليک

    پېل برېښي هم د پير روښان د غورځنګ پۀ جریان کښې شوے ‌ؤ. پير روښان پۀ 1601 کښې پۀ حق رسېدلے ‌ؤ او د هغۀ کړوسے او د روښانیانو اخري خليفه عبد القادر د حالنامې تر مخه پۀ 1665 کښې پۀ حق رسېدلے ‌ؤ. د علي محمد مخلص پلار ابا بکر د پير روښان د زوي جلال الدين او د نمسي احداد د خلافت پۀ زمانه کښې د روښانیانو د لښکر یو نامتو قوماندان ‌ؤ. د حالنامې موجوده تاليف ډاکټر عبد القدوس عاصم پښتو ته ژباړلے دے کوم چې د پېښور پوهنتون پښتو اکادمۍ پۀ 2019 کښې خپور کړے دے.

    ‘حالنامه’ کښې د بایزيد روښان پۀ عارفانه اجتهاد او د شخصیت پۀ تدريجي وده باندې پۀ زړۀ پورې معلومات راغونډ کړے شوي دي. د پير روښان د سلوک مقامات ‘شريعت’، ‘طريقت’، ‘حقيقت’، ‘معرفت’، ‘قربت’، ‘وصلت’، ‘وحدت’ او ‘سکونت’ پۀ نثر او نظم دواړو کښې پۀ بشپړه توګه معارفي کړے شوي دي. د پير روښان د ټولنې د اصلاح د مفکورې مهم اړخونه او پۀ استخراجي او قیاسي بڼه د ملت د خپلواکۍ مبارزه ‘حالنامه’ کښې پۀ قصئيز سبک خوندي کړې شوې ده. د روښانیانو پۀ څلورو نسلونو د خور غورځنګ غورزې پورزې حالنامې پۀ خپل مخصوص سبک کښې ثبت کړي دي.

    ‘حالنامه’ د افغان وطن د پښتنې ټولنې د شپاړسمې او اوولسمې پېړۍ د کلتوري او ټولنيزو رشتو، د اقتصاد، سیاسي انتظام او ټولنيزو اروائي غوښتنو د پېژندګلو ستره منبع ګڼلې کېدې شي. هر څو کۀ د حالنامې د موجوده چاپ د پښتۍ عکس کوم چې ښائي د پير روښان پۀ ځاے د امير دوست محمد خان عکس دے، او د ژباړونکي ځاے پۀ ځاے خپلو یادونو باندې باید یو ځل بیا نظر واچولے شي.

    د ‘حالنامې’ چاپ د پښتو اکادمۍ پېښور او د اکادمۍ د ډائرېکټر ډاکټر نصرالله جان وزير د پښتنو علمي، فکري او تاريخي پنګې ته لویه ورکړه ده. پۀ ‘حالنامه’ د ډاکټر نصر الله جان تفصيلي مقدمه پۀ خصوصي توګه د لوستلو وړ ده.

    ‘حالنامه’ کښې ‘د پير روښان شخصیت او د روښانیانو مبارزه’ تر عنوان لاندې به زما تفصيلي مقاله کومه کښې چې ما د پير روښان د عارفانه، ملي او اولسي اړخونو د نورو سپړدلو زیار کړے دے؛ زما د را روان کتاب ‘ښکلا، ښکېلاک او بغاوت ‘ یو باب وي.

  • د ځبېښاک، ښکېلاک او فاشزم نه باغي زړۀ – ډاکټر خادم حسېن

    ‘د تخیل خاتمه’ تر عنوان لاندې خپله مقاله کښې اروندهتي راے ليکي چې د 1998 د مۍ میاشت کښې زۀ د ملک نه پۀ دوره بهر لاړم. تر دغه دمه زما ناول نړيواله جائزه ګټلې وه او لږ وخت کښې د دولت، شهرت او بریا انبار مې پښو کښې پروت ‌ؤ.

    ‎نيویارک کښې زما یوې ملګرې ما نه اېغ پۀ نېغه پوښتنه وکړه چې د دې دومره بریا نه وروستو خو بس د ژوند یو اوج پاتې شي او هغه ‘مرګ’ وي. ما هم پۀ دې خبره ‌‌‌‌‌‌ډېر فکر کړے ‌ؤ – يعني د مرګ پۀ خبره!!! ما خپلې ملګرې ته ووې چې تۀ نيو یارک کښې استوګنه یې خو د دې نه بهر هم یو جهان شتون لري – هغه جهان کښې د ژوند ارزښت د دولت، شهرت او بریا پۀ تله نۀ تللے کېږي. ما داسې ګڼ شمېر خلک ليدلي دي چې امروزه پۀ دې اراده د ژوند سنګر ته وځي چې بېلات به راوړي خو بیا هم دغه سنګر نۀ پرېږدي.

    ‎زما ملګرې تندے تريو کړو، لکه چې پوښتنه کوي چې د ژ وند ارزښت بیا نو تۀ څۀ ګڼې؟ ما ورته ځواب ورکړو چې د ژوند ارزښت د ژوند خوبونو کښې دے. هغه خوب د کتو وړ دے چې ژوند پۀ کښې د ژوند پۀ څير وي او مرګ پۀ کښې د مرګ پۀ څير. زما د ملګرې پۀ تندي ګونجې راغلې لکه چې تشريح را نه غواړي. زۀ ‌‌‌‌‌‌ډېر وارې د یوې پېچلې خبرې تشريح يواځې پۀ ليکلو کښې کولې شم. ما د کاغذ پۀ یوه ټکړه داسې وليکل:

    “مينه کول او د مينې وړ ګرځېدل – خپله بې ارزښتي کله هم نۀ هېرول – چاپېریال کښې بې درېغه تاو تريخوالي او سوقیانه بې عدلۍ سره کله هم نۀ عادي کېدل – غمځپلو ځایونو کښې خوښي لټول – د زمکې تر تله د ښکلا لټون کول – چې څۀ ساده دي، هغه کله هم نۀ پېچلي کول او چې څۀ پېچلي دي، هغه کله هم نۀ ساده کول – د پوهې او پوهنې زیار کول – کله هم سترګې نۀ اړول – کله هم د هېرې نۀ ښکار کېدل.”

    ‎دې ليک کښې به مونږ د نوموړې هندي قلموالې او ګڼ شمېر نړيوالې جائزې ګټونکې داستان پنځوونکې اروندهتی راے د هغو څېړنو جاج اخلو کومې چې هغې د 1998 نه واخله تر 2016 پورې خپلو بېلابېلو لیکلو مقالو کښې خوندي کړې دي. دغه ټولې مقالې د اروندهتي راے نوي کتاب ‘My Seditious Heart’ )زما باغي زړۀ( کښې چاپ شوې دي چې پېنګوين رانډم هاوس پۀ 2019 کښې خپور کړے دے.

    ‘مائي سېډېشس هارټ’ کښې راټولې کړې شوو مقالو کښې اروندهتي راے د غټو ‌‌‌‌‌‌ډېمونو، جوهري وسلو، ‌‌‌‌‌‌ډېولپمنټ )پرمختګ(، پرائيوېټائزېشن )شخصي کول یعني د هېواد اثاثې پلورل(، ‌‌‌‌‌‌پنګواله ډېموکراسي او جهانیت د اصطلاحاتو او پروژو د څېړلو جریان کښې د ځبېښاک، ښکېلاک او فاشزم رېښي لټولې او موندلې دي. دغه رېښې ئې بیا پۀ خپل بې ساري سبک کښې ليکلې او څرګندې کړې دي.

    دې خبرې ته ښائي زیاته اړتیا نۀ پېښيږي چې اروندهتي راے د دې څېړنو د پاره د سائنسي او منطقي پلټنې مېتهو‌‌‌‌‌‌ډ او د ژاک درېدا د متن د ماتولو تکنيک کارولے دے. دې مقالو کښې دا خبره ‌‌‌‌‌‌ډېره څرګنده مخې ته راځي چې عصري ریاستونو او هېوادونو څنګه د بې وزله اولسونو او مستعمره ملتونو پۀ ضد د لوړو طبقو د پاره د غټو ‌‌‌‌‌‌ډېمونو د جوړولو، د بربادۍ راوستونکیو وسلو د توليدولو او د جهانیت د ازاد مارکيټ د پراخولو پۀ واسطه د منفعتونو، اختیار او ملکیت لاره هواره کړې ده. اروندهتي راے د دغه دسيسو د بربنډولو د پاره د شماریاتو جراحت پۀ بشپړه توګه کارولے دے. هغې دغه مقالو کښې د دې څېړنه هم کړې ده چې د دغه د منفعتونو اغېزه پۀ زمکه، پۀ خاوره، پۀ هوا، پۀ حېواناتو او نورو فطري اجرامو څنګه شوې ده!!! اوس مونږه د خپلې خبرې تشريح د پاره د دغه مقالو نه ځانګړې بېلګې راوړو، څو چې د اروندهتي راے د فکر د بېلابېلو اړخونو صراحت سره پېژندګلو ته ورسو.

    ‘د تخيل خاتمه’ د عنوان تر لاندې پۀ 1998 کښې ليکلې شوې مقاله کښې اروندهتي راے وائي چې د کوم جوهري بم چاودنه هند ‘پوکهران’ کښې د زمکې دننه د دوو سوو نه واخله تر درې سوه ميټره ژوره کړې وه، د هغې نه زېږېدلے حرارت يو ميليون سنټي ګرېډ ؤ او دا حرارت د نمر پۀ مخ د حرارت هومره دے. دغه هومره حرارت پۀ دې پلمه زېږولے شوے ؤ چې د هېواد د دفاع د پاره deterrence يا مانع توليد کړے شي. خو د مانع توليد کولو دغه ټوله پلمه پۀ مغالطو ولاړه وه.

    وړومبۍ مغالطه دا ده چې دغه مانع د نورو پۀ حقله هم دغسې فرض کوي څنګه چې د ځان د پاره حس کوي. يعني د فنا کېدلو وېره. دغه اروائي فرضيه نيمګړې ښکاري. کۀ د دښمن دغه وېره نيشت شوې وي نو بيا؟ د ځان وژونکي هغه اروا به څۀ کوئ چې داسې فکر کوي چې تاسو به ځان سره وړو!!! راجيو ګاندهي باندې ځان وژونکے بريد څنګه وشو؟

    د مانع د پاره د جوهري وسلو د توليد د پلمې دوېمه مغالطه دا ده چې دا پۀ دې وېره او د پوهې پۀ ادعاء اډاڼه لري چې د جوهري وسلو را وستونکې ټولې بربادۍ نه به دښمن خبروي او پۀ خپله به هم د دې بربادۍ د مقدار نه خبر وي. دا امکان نۀ لري!!! جوهري وسلې څۀ صوفيانه وجد نۀ دے چې پۀ خپله به د امن مثبت فکرونه را وپاروي. د حملې مانع د پاره د جوهري وسلو جوړول يوه بربادي راوړونکې ټوقه ده.

    جوهري وسلې زمونږ اعصابو ته ننوځي او زمونږ چلن خپله ولقه کښې راولي، دا زمونږ ټولنه د خپل تاثير لاندې راولي، زمونږ خوبونه رغوي، دا زمونږ د مازغو غوښه کښې خپلې زهرژنې پنجې ښخوي. جوهري وسلې لېونتوب ته وده ورکوي، دا وسلې د ښکېلاک تکميل کوي، دا د سپين پوسته سړي نه زیاتې سپين پوسته دي، بلکې د سپين پوستۍ مغز دي. “دا وئيلے کېږي چې کوکاکولا د غرب کلتور دے، دا اېټم بم د کوم ځاے کلتور دے؟”

    داسې هم اورو چې د بم ذکر ‘ويد’ کښې راغلے، خو کۀ پۀ ځير وګورو نو کېدے شي چې څۀ پۀ کښې څوک موندل غواړي، هغه پۀ کښې موندے شي. جوهري وسلې تر ټولو زيات هغه غېر جمهوري، غېر انساني او غېر ملي ابليس دے چې مخکښې کله هم نۀ ؤ زېږېدلے. د زمکې سياره څلور نيم اربه (4.6bn) کاله مخکښې زېږېدلې وه او د جوهري وسلو پۀ برکت دا يو مازيګر لوخړه کېدې شي. هند کښې چې څنګه د جوهري بم چاودنه وکړې شوه او څنګه دې ته هرکلے ووئيلے شو، دا زۀ ‘د انساني تخيل خاتمه’ بولم.

    ‘د ډېرو خلکو ښېګړه’ تر عنوان لاندې ليکلې مقاله کښې اروندهتي راے د غټو ډېمونو لۀ امله د اولس ځبېښاک باندې دقيق بحث کړے دے. دې مقاله کښې اروندهتي راے ليکي چې د هند د اوبو د مرکزي کميسون تر مخه هند کښې درې زره شپږ سوه (3,600) هغه ډېمونه دي چې ورته غټ ډېمونه وئيلے کېدے شي. دې کښې درې زره درې سوه (3,300) ډېمونه د استقلال نه وروستو جوړ کړے شوي دي. د زر نورو ډېمونو تعمير د پاې پړاو کښې دے. د دې باوجود زمونږ د نفوسو پينځمه برخه شمېر يعني دوه سوه ميليونه خلکو ته د څښکلو صفا اوبۀ نۀ رسي او درېمه برخه نفوس يعني شپږ سوه ميليونه خلک د سخاوالي ځاے ته د رسولو اساني نۀ لري.

    ټوله نړۍ کښې د غټو ډېمونو پۀ ضد خوځښتونه کېږي، ځکه د ټېکنالوژۍ لۀ پلوه پرمخ تللې نړۍ کښې د غټو ډېمونو پروژې نړولې کېږي. دا ادعاء چې غټ ډېمونه د ګټې پۀ ځاے زيان رسوي، اوس يواځې يوه مفروضه نۀ ده – غټ ډېمونه فرسودګي ده او غېر جمهوري پروژه ده. دا د دولتونو او هېوادونو د زيات واک تر لاسه کولو پلمه ده. د غټو ډېمونو پروژې د کښتګرو او بزګرو نه د هغوي د پوهې تروړلو يقيني لاره ده. دا يوه داسې بربنډه وسيله ده د کومې پۀ واسطه چې د بې وزلو نه اوبۀ، زمکه او اوبۀ خور تروړلے کېږي او شتمنو ته ډالۍ کېږي. د غټو ډېمونو ډنډونه پۀ لکهاو خلک بې کوره کړي او کډوالۍ ته ئې مجبور کړي. د اکالوژي (Ecology) د پلوه هم غټ ډېمونه بې درېغه زيانمن دي. دا خاوره ورېژوي او د ضياع پله ئې ټېلوهي. دا سېلابونه راولي، زمکه زيمژنه کوي او خلک رنځونو کښې اخته کوي. لۀ دې امله پر مختللې نړۍ کښې د غټو ډېمونو توليداتي پروژه شنډه شوې. اوس دا ټېکنالوژي دوي د پرمختګ د مرستې پۀ پلمه بې وزله قامونو باندې هغه شان پلوري لکه څنګه چې نور ضائع کېدونکي توليدات لکه وسله، طيارې او د بوټو ضائع کېدونکي دارو درمل – دغه مرسته لکه د ښکېلاک ګرۍ يو بل ځبېښناک تجارت دے.

    مونږ ته وئيلے کېږي چې “هند کلو کښې ژوندے دے” – دا ډېره عبث خبره ده!!! “هند کلو کښې مري”. د هند کلي د ښارونو د اسانتياو د پاره مشقت کوي او دې کلو کښې خلک يواځې تر ساه اخستلو ژوندي دي. دا تاثر چې ګواکې د رياست پراخه بشپړتيا د هرې لحظې پېدا کېدونکو ستونزو د حل لارې لټولو د پاره لۀ مجبوريته لا نور بشپړه کېږي، يوه ډېره د خطر نه ډکه مفروضه ده!!! حقيقت دا دے چې رياست ستونزې توليدوي – دا د افلاس د توليد کولو يو خورا غټ مشين دے چې بې وزله د بې وزله سره د جنګولو لوے مهارت لري. دا د خفګان خبره ده خو چې تر څو مونږ د رياست غوړولې لومې باندې باور لرو نو د بهترۍ هېڅ هيله نۀ شو موندې. د هيلو د پاره به مونږ دغه باور ماتوو.

    ورځ تر ورځه د يو يو سيند، د يو يو ځنګل، د يو يو مزائل، د يو يو بم د ماتېدلو پۀ ترڅ کښې مونږ ماتولے کېږو او دا ماتېدل حس کولے هم نۀ شو. غټ ډېمونه د يو ملت د ډوېلپمنټ د پاره داسې دي لکه څنګه چې د فوج د وسلې ډپو د پاره اېټم بمونه وي. دا دواړه د اولس-وژنې تر ټولو غټې وسلې دي. دا دواړه دولتونه او رياستونه د اولس خپله ولقه کښې راوستلو د پاره کاروي. دا دواړه د شلمې پېړۍ هغه پېلامې دي کومې چې دا ښائي چې د بشر ذهانت خپل ‘د بقاء جبلت’ وروستو پرېښودو. دا دواړه د بشر هغه پوهې پورې پچموزې کوي کومه چې د اګۍ چرګې سره، د شودو غوا سره، د خوراک ځنګلونو سره، د اوبو دريابونو او سيندونو سره، د هوا ژوند سره او د زمکې انساني بقاء سره تړون پېژني او حس کوي.

    د کډوالۍ يواځې يوه بېلګه د انساني بربادۍ دغه پروژه پۀ جدي توګه روښانه کوي. د رسمي شمارياتو تر مخه پۀ 1979 کښې د سردار ساروار (Sardar Sarovar Project) د ډنډ لۀ امله د شپږ زره (6,000) نفوسو د بې کوره کېدو احتمال ؤ. پۀ 1987 کښې د کډوالو دغه شمېر دولس زره (12,000) نفوسو ته ورسېدو. 1991 کښې دغه شمېر اووۀ ويشت زره (27,000) ته او پۀ 1992 کښې د څلوېښت زره (40,000) کوړمو د کډوالۍ احتمال را ولاړ شو. د غېر رسمي شمېر تر مخه نن د دغه ډنډ لۀ امله د پينځۀ لکهه (500,000) کوړمو د کډوالۍ امکان دے.

    د ‘طاقت د سياست’ تر عنوان لاندې اروندهتي راے د هېوادي او ملي اثاثو د پلورلو پۀ عمل فکر را پاروونکے بحث کړے دے. اروندهتي راے ليکي چې کله دا ټول سيندونه، درې، ځنګلونه او غرونه پۀ بازاري زرق برق کڅوړو کښې بند کړے شي او پۀ افرادو وپلورل شي نو د هېواد او دولت لاس ته به څۀ راشي؟ سرۀ زر؟ پۀ سرو زرو به بيا هېوادونه څۀ کوي؟ جوهري وسله به دې د پاره رغوي چې د زمکې پۀ سر د فطرت څومره منظرې لا پاتې دي، چې هغه هم وسوزوي؟؟؟

    يو ليکوال او قلموال خپل ټول ژوند دې موخې ته وقف کړي چې د ژبې د زړۀ تل ته لاړ شي او د فکر او د معنې واټن چې کۀ بېخي د منځه يو نۀ سي نو چې څۀ کموت پۀ کښې ارومرو راولي. د ‘هېګ’ د اقتصادياتو نړيوال کانفرنس کښې زۀ يو بل ډول کړنې سره مخ شوم. دلته ژبه د فکر او هوډ د پټولو د پاره وکارولې شوه. دلته هغه هنر چې دوي پرې خورا ډېرې ګټې کوي، د دې د پاره وکارولے شو چې د خپلو تجارتي کمپنيو او بنسټونو د منفعتونو ګرافونه داسې ژبه ترسيل کړي چې هغه عام اولس ته د دې هېڅ درک و نۀ لګي، د چا د پاره چې دا څرګندولې کېږي. دوي پۀ هغه واټن کښې خوښي مومي کوم چې د دوي وېنا او د دوي پلورنه کښې زېږېږي. دوي يواځې د فطري وسيلو د شخصي کولو تشويق نۀ پېدا کوي، بلکې پۀ خپله د پاليسۍ د شخصي کولو پروژه پۀ مخکښې بوځي. د ډېم جوړوونکي د اولس اوبۀ خپله ولقه کښې راوستل غواړي، د برېښنا وېشونکې کمپنۍ د برېښنا پاليسي جوړول غواړي او د اقتصادياتو شخصي کمپنۍ د دولت د سرمايه کارۍ نۀ کولو د پاره پاليسي جوړوي.

    د شخصي کولو يا د دولت د اثاثو پۀ افرادو د پلورلو اصل معنٰي څۀ ده؟ حتماً دا د هېواد او رياست د اولسي توليداتي اثاثو پۀ اشخاصو او شخصي کمپنيو پلورل دي. توليداتي اثاثو کښې فطري وسيلې لکه هوا، اوبۀ او ځنګلونه شامل دي. دا وسيلې يو هېواد يا رياست د خلکو او اولس د امانت پۀ توګه د ځان ملکيت ګرځوي. د هند پۀ شان يو هېواد کښې اويا فيصده (70%) اولس يعني اووۀ سوه ميليونه خلک کلو او بانډو کښې استوګن وي – پۀ کلو او بانډو کښې د استوګن اولس ژوند نېغ پۀ نېغه پۀ دغه فطري وسيلو اړ وي. د دغه اولس نه دا وسيلې او اثاثې تروړل او دا پلورل اولس د ژوند د اساس نه محرومه کول دي. دا يو داسې وحشيانه عمل دے چې بېلګه ئې تاريخ کښې نۀ شي موندلې کېدې.

    د طاقت پۀ اس سور د توليد دېو نن غټې دسيسې ته اړولې ده – ډېمونه، غرونه، وسلې، د برېښنا توليدات، اولس ته د څښکلو د اوبو رسولو پروژې، ټيليفوني اطلاعاتي نظام، انتظام، د علم او پوهنې د ترسيل نظام، حياتياتي تنوع، تخمونه او هغه ټوله توليداتي ټېکنالوژي کومه چې دا ټول هر څۀ تعامل کوي؛ دا ټول هر څۀ خپله ولقه کښې راوستل غواړي. برېښې داسې چې لکه ژوند او د ژوند تعاملات خپل ملکيت کښې راوستل غواړي. ‘د دېو استازي’ د درېمې دنيا هېوادونو ته داسې را درومي لکه چې د بې وزله اولس مسيحا راشي – د دې دېو د پلورنې پېژندنې د پاره د دېو د استازو پۀ اصطلاحاتو پوهېدل اړين دي.

    د بېلګې پۀ توګه به دا خبره داسې تشريح کړو – د نړۍ د برېښنا د توليد د الاتو جوړلو باندې د څلورو غټو تجارتي بنسټونو غلبه ده. دا څلور واړه پۀ ګډه د شلو زرو مېګاواټو د برېښنا د توليد الې جوړوي. د يو شمېر علتونو پۀ اساس د نړۍ د برېښنا توليد د پاره د هم دومره الاتو اړتيا وي. لۀ دې وجې دې بېن المللي بنسټونو سره هر کال د ګڼ شمېر الاتو انبار د کارولو نه پاتې شي. د دغه بې ضرورته الاتو بوج دا نړيوال تجارتي بنسټونه د خپلو اوږو نه کوزول غواړي. پۀ اقتصادي توګه وروستو پاتې هېوادونه د دې اضافي الاتو مارکيټ وګرځي.

    زمونږ دې جهان سره دومره غټه منفي کړنه جريان لري چې پۀ هغې سر خلاصېدل مشکل دي. دا د لويې خطرې نه ډکه کړنه ده. پۀ يو وخت کښې د دې پۀ محيط پوهېدل، دا تعريفول او د دې د کميت حساب لګول ناممکناتو کښې راځي. بيا د دې خطر پۀ ضد مزاحمت کول خو بېخي مشکل شي، ځکه د مزاحمت يواځينۍ لار دا جوړېږي چې د دې لوے خطر بېلابېل اړخونه ولټوو او د مشخصو اړخونو ضد مشخص مزاحمتونه پېل کړو. د بشريت د غړپ وهلو هوس لرونکے دغه دېو به ښخول غواړي.

    ‘خبره مونږ ماهرانو ته پرېږدو!’ تر عنوان لاندې ليکلې شوې مقاله کښې اروندهتي راے وړومبے د ليکوالۍ او قلموالۍ د هنر د موخو جاج اخستے. هغه ليکي، يو داسې هېواد چې پۀ کښې درې سوه ميليونه اولس بې سواده وي، هغه هېواد کښې يو د شهرت لرونکي او معروف ليکوال خطاب تر لاسه کول شکمنه انګېرنه ګرځي. يو داسې هېواد کښې د ليکوالۍ هنر خپلول چې هغه هېواد کښې مهاتما ګاندهي زېږېدلے وي، چا چې د عدم تشدد او عدم خشونت مزاحمت ايجاد کړو، يو ډېر زړۀ بوږنوونکے بوج ګرځي. يو داسې هېواد کښې، چرته چې د ‘ډوېلپمنټ’ پۀ پلمه خپلمنځي غېر اعلانيه جنګ ورتپولے شوے، هلته ليکوالي يوه درنه ذمه واري ده. د ليکنې او ليکوال د پاره د درنې ذمه وارۍ دغه توکي زۀ پۀ ډېر نا زړۀ کارولو باندې ځان بې وسه بولم.

    نو راځئ چې اوس دې سوال ته راشو چې پۀ يوه ټولنه کښې د يو ليکوال يا هنرمند وظيفه څۀ وي؟ ایا دوي يوه مشخصه وظيفه لري؟ ایا دغه وظيفه پۀ تخصيصي ډول تعريفولې کېدې شي؟ يا تعريفول ئې پکار دي؟ ایا يو ليکوال يا هنرمند د پاره څۀ قاعده يا ضابطه ټاکل اړين دي؟

    “زما پۀ اند يو ليکوال يا هنرمند د پاره وړومبۍ قاعده دا ده چې دې د پاره يوه قاعده هم نشته” – ګنې دا وړومبۍ قاعده د ماتېدو ده نو ځکه د یو ليکوال يا هنرمند د پاره بايد يو جواز هم و نۀ تراشلے شي. ليکوالان، انځورګران، نڅاګران، سندرغاړي، کلاکاران، فلمګران او موسيقاران بايد الوت وکړي، تاثرات پراخه کړي، د بشري تخيل څنډې ارتې کړي، د غېر متوقع شيانو نه ښکلا وپنځوي او چې هغه چرته سحر ولټوي، چرته چې نورو وګړو د څۀ موندلو هډو طمع نۀ وي کړې. کۀ د پنځګرو الوت لنډ کړے شي، کۀ د دوي وزرونه د عېن حال د ټولنې د اخلاقياتو او ذمه واريو پۀ پلمه پرېکړې شي او کۀ دوي د ‘حال’ د اقدارو زندان کښې بنديوان کړے شي نو د دوي د پنځونې زيار به شنډ شي.

    يو ستر ليکوال د تپلې شوو ټولنيزو ذمه واريو نه انکار کولے شي، خو پۀ دې هم پوهېږي چې کۀ پۀ ډېرو ستړو لاس ته راوړې شوو ازاديو نه لاس پۀ سر شي نو د بدرنګه هنر پنځونه به کېږي. پنځونه د احساس، ذمه واريو او اخلاقياتو داسې يوه پېچلې تنسته ده چې لیکوال ئې پۀ خپله ځان د پاره را ټولوي. دا ځانګړې وي، دا فردي وي خو دا موجود وي. پۀ مخ تللي هنر کښې دا د پنځګر او د هغۀ د وسيلې تر منځه يو مهين جوړښت کښې څرګندېږي.

    ما ته ‘ليکوال فعال’ (Writer-Activist)ولې وئيلے کېږي؟ کۀ دا اصطلاح زما د ثناء د پاره هم وي نو دا ما زوروي؟ ما ته احتمالاً ليکوال فعال ځکه وئيلے کېږي چې ما د نړيوال جائزه ګټونکي ناول ‘دي ګاډ اٰف سمال تهنګز’ (The God of small things) د ليکلو نه وروستو څو سياسي مقالې وليکلې. ‘د تخيل خاتمه’ تر عنوان لاندې د هند د جوهري بم پۀ چاودنه مې مقاله وليکله – ‘د زياتو خلکو ښېګړه’ تر عنوان لاندې مې د غټو ډېمونو او ډوېلپمنټ مباحثه پېل کړه او ‘سياست د قدرت’ لاندې مې د اوبو، برېښنا او اړين انفراسټرکچر پۀ شخصي کولو مقاله وليکله.

    اوس زۀ دې فکر وړې يم چې څوک ‘دي ګاډ اٰف سمال تهنګز’ غوندې ناول ليکي، هغه ‘ليکوال’ ګڼلے کېږي او چې څوک سياسي مقالې وليکي، هغه ‘فعال’ ګڼلے کېږي!!! دا خبره سمه ده چې ‘دي ګاډ اٰف سمال تهنګز’ قصئيزه ليکنه ده خو د دې موضوع او متن کښې هغومره سياست دے، څومره چې دغه سياسي مقالو کښې دے. دا سمه خبره ده چې مقالې غېر قصئيزې ليکنې دي خو دا پرېکړه کله شوې چې “غېر قصئيز ليکونکي به ليکوال نۀ ګڼلے کېږي”؟ زما مفروضه دا ده چې ما سره د دې دوه اړخيزې اصطلاح د تړلو علت دا نۀ دے چې ما سياسي ليکنې کړې دي، ما سره دغه دوه اړخيزه اصطلاح ځکه ليکلې کېږي چې ما پۀ متنازع موضوعاتو او مسئلو خپلو دغه سياسي مقالو کښې يو دريځ خپل کړے او د دې نه لږه مخکښې هم تلې يم. د دې دريځ د مرستې د پاره مې تر خپله وسه خلک هم را بللي دي. ښائي يويشتمه پېړۍ کښې يو ليکوال د پاره دريځ خپلول او بيا هغه دريځ د پاره فعاليت کول مهين نۀ ګڼلے کېږي. زۀ پۀ ځاني ډول پۀ دې خبره پوهېږم چې د يوې پنځونې د پاره پېچلتيا، عموميت، ځيرکتوب او ابهام تراشل مهم دي، خو ایا دا د ليکوال د پاره د لزم حېثيت لري چې هغه به هر څۀ کښې او پۀ هر ځاے کښې ابهام نه کار اخلي؟ ایا دا خبره رښتيا نۀ ده چې د بشر تاريخ کښې ډېر ځلې ځيرکتوب او هوښيارتيا د هر اند د پلمې پۀ څير مخې ته راځي؟ او احتياط پۀ حقيقت کښې بزدلي وګرځي چې کله مهينتيا د زوال يواځې يوه پړده وي؟ چې کله ابهام پۀ اصل کښې بد کوونکو ته لاس ورکول شي؟ د تهيورۍ پۀ راز دا ممکنه ده چې د اولسونو او قامونو ټولنيز ژوند کښې داسې وختونه راشي چې هغې کښې پۀ يو دريځ ودرېدل اړين شي. زۀ پۀ دې باور یم چې را روانو څو کلونو کښې به مونږ پۀ ټولنيزه توګه داسې حالت سره مخ کېږو چې زمونږ دانشور او هنرمند به پۀ يو دريځ ودرېږي. دا حالت به ښائي داسې وي چې پۀ دومره لوے کچ به اولس نه د هغوي ملکيت وتروړلے شي چې تاريخ کښې به ساري نۀ لري. تاسو به زما د دې خبرې دا حتماً اټکل کړے وي چې زۀ د ‘جهانيت’ د نوي ډول خبره کوم.

    جهانيت څۀ شے دے؟ دا د چا د پاره دے؟ دا به د هند پۀ شان يو داسې هېواد سره، چرته چې عدم تساوت او ټولنيزې بې عدلۍ د نسلي امتياز پۀ ډول لۀ پېړيو نه ادارتي رنګ اخستے دے، څۀ چل کوي؟ جهانيت به داسې يو هېواد سره څۀ چل کوي چرته چې اووۀ سوه ميليونه اولس کلو کښې اوسېږي او چرته چې درې سوه ميليونه اولس ليک لوست نۀ شي کولے؟ ایا د کښتګرۍ د اوبو د رسونې او د برېښنا پلورل او شخصي کول به هند د افلاس، بې سوادۍ او مذهبي افراطيت د ولاړ ډنډ د چقړو نه را وويستے شي؟ ایا جهانيت به د باسواده او بې سواده، د شتمنو او نېستمنو او د ټيټو او لوړو نسلونو تر منځه واټن کښې کموت راولي؟ او کۀ نه د پېړيو را هسې مسلط شوو شتمنو ته به لا نور لاس هم ورکړي؟ ایا جهانيت د افلاس لۀ منځه وړو د پاره دے کۀ نه دا د ښکېلاک د لرې نه او پۀ ډيجيټل راز د کنټرول کولو يو بل ډول دے؟ د دې سوالونو ځوابونه به پۀ دې راز توپير ولري چې دا د کلو نه ځوابېږي کۀ د ښارونو د خټينو او بې وزله محلتونو نه ځوابېږي، کۀ د منځنۍ طبقې درشلو نه د دې ځواب را رسي او کۀ د غټو طبقو د رئيسانو غټو غټو دفترونو نه د دې ځواب راځي!!! داسې وئيلے کېږي کۀ چرې مونږه د انتظام راست ادارې ولرو: لکه مؤثر عدالت، ښۀ قوانين، اخلاص مند سياستمداران، ګډواله ديموکراسي او داسې شفافې انتظامي ادارې ولرو چې د بشري حقونو خيال وساتلے شي او د اولس رايې ته ارزښت ورکړي؛ نو بیا جهانيت د بې وزلو پۀ ښه راتلے شي. خو کۀ مونږ دغه هر څۀ ولرو نو بيا خو هر نظام د کار دے – کۀ پنګه والي يا اشتراکيت وي او کۀ څۀ بل څۀ نظام!!!

    مونږ له چې څۀ لټول، تراشل او ځلا کول پکار دي، هغه د يو نوي ډول سياست دے. د انتظام سياست نۀ بلکې د مزاحمت سياست!!! د اختلاف او خړنج سياست!!! د محاسبې سياست!!! د شيانو د پۀ مزه کولو سياست!!! پۀ جهاني توګه د لاسونو د ورکولو او د بربادۍ د ايسارولو سياست!!! “زما پۀ اند چې دې عصر کښې څۀ جهاني کول پکار دي، هغه دے ‘د اختلاف څرګندونه’”!!!

    ‘جنګ امن دے’ تر عنوان لاندې اروندهتي راے ليکي چې اولسونه کله کله جنګ وګټي او دولتونه او حکومتونه کله کله جنګ وبائيلي. اولسونه ومري خو حکومتونه پۀ نوي ډول واغږل شي او ‘شپږ سري’ شي. حکومتونه وړومبے بېرغونه وسپړي او هغې کښې د اولسونو مازغۀ را ونغاړي، بيا د اولس اصل فکرونه وسوزوي او پۀ پاې کښې پۀ خوښه وژل شوو باندې کفنونه وغزوي. دا اوس هغه وخت راغلے چې د بشر نوغے بايد لږ پښه نيولے شي او د خپلې نوې او عنعنوي ټولنيزې پوهې تل ته کوز شي – څۀ چې پۀ يوولسم ستمبر وشول، هغې جهان د تل د پاره بدل کړو. ‘پرمختګ’، ‘شتمنۍ’، ‘ټېکنالوژۍ’ او ‘جنګ’ نوې معنې واخستې. دولتونه بايد دې نوي بدلون ته پۀ اخلاص او عجز تسليم شي او د نوي جهان نوي کارونو ته د زړۀ د خلاصه لاندې وځي. بدبختانه جهاني ايتلاف کښې لا د داسې ډول تفکر نخښې نخښانې نۀ دي ښکاره شوې.

    نو بس مونږ پۀ دې خبره پوهه يو چې “اوس خنزير ته اس وئيلے کېږي او جنګ ته امن.”

    لږ نو د هغو هېوادونو فهرست ته ځير شئ چې د امريکې متحده ايالاتو ورباندې د دوېم لوے جنګ نه وروستو جنګونه ور تپلي دي: چين (1953-1950)، کوريا (1953-1950)، ګواټيمالا (1969-1967)، انډونيشيا (1958)، کيوبا (1960-1959)، بېلجين کانګو (1964)، پېرو (1965)، لاوس (1973-1964)، وېتنام (1973-1961)، کمبوډيا (1970-1969)، ګرېناډا (1983)، ليبيا (1989)، ال سلواډور (1980)، نکاراګوا (1980)، پاناما (1989)، عراق (2001-1991)، بوسنيا (1995)، سوډان (1998)، يوګوسلاويه (1999) او دا هم اوس افغانستان – دا د جهان د تر ټولو زیات ‘ازاد ملت’ نۀ ستړے کېدونکے زيار دے!!! او ازادي څنګه؟ د خپلو پولو دننه تر څۀ حده د وېنا ازادي، د فکر ازادي، د هنري پنځونې ازادي، د خوراک ازادي او د جنسي تمايلاتو ازادي؛ او د خپل هېواد د پولو نه پرته د نورو هېوادونو د سپکولو، مغلوبولو او مستعمره کولو ازادي!!! او دا ټول هر څۀ د امريکې د متحده ايالاتو هېواد د خپل اصل مذهب يعني د ‘ازاد مارکيټ’ د خدمت د پاره تر سره کوي. لوبه داسې وي چې وړومبے د صدام حسېن مرسته وکړه او بيا ئې لۀ منځه يوسه – وړومبے ‘مجاهدينو’ ته پېسې ټکې ورکړه او بيا ورباندې بمونه ووروره!!! دا خبره اوس تر ډېره حده وثوق ته رسېدلې چې د امريکې د متحده ايالاتو د وسلې صنعتونه، د تېلو صنعتونه او د ميډيا ستر بنسټونه او دې سره سره د بهرنيو چارو پاليسيانې دغه ازاد مارکيټ سره د تړلو غټو تجارتونو د ايتلافونو کنټرول کښې دي.

    خبره د ښۀ او بد او د اسلام او مسيحيت د نزاع نۀ ده، خبره د ژوند عناصرو ته د ځاے ورکولو ده. څو چې د ژوندو بېلابېل رنګونه ومنلے شي، چې د مستعمره کولو د عواطفو لاره ونيولې شي او دغه عواطف تر خپل واک لاندې راوستے شي – چې د هر ډول ښکېلاک لاره ونيوې شي – د اقتصادي، عسکري، لساني، مذهبي او کلتوري – د اکالوژۍ هر ماهر به درته ووائي چې متنوع کلتورونه يو شان کول د زمکې پۀ سر ژوند ته څومره خطر جوړېدے شي!!! د دې مثال بېخي داسې دے لکه چې د پلاسټک کڅوړه کښې د چا سر تر هغه وخته وټومبلے شي، څو ئې چې د ساه اخستو توان ختم کړے شي.

    څنګه چې د نوې زرکلنې وړومبے کال را نزدې کېږي نو داسې فکر کوم چې چرته مونږ د خوب ليدلو حق خو ګاڼه کړے نۀ دے؟ اوس مونږه د ښکلا سردوبار تخيل پنځولے شو؟ مونږه د سهار د نوې وړانګې څرک ليدے شو؟ مونږه د بلبلې سندره اورېدې شو؟

    د ‘اهمسا’ (Nonviolence) تر عنوان لاندې اروندهتي راے ليکي چې صرف د هغه دولت او حکومت د ترهګرۍ غندنه رښتيا ګڼلې کېدې شي کوم چې د عدم تشدد او عدم خشونت يو مستند او مدلل نظر ته مثبت بدلون ښائي؛ خو د جهان د حکومتونو چلند د دې اپوټه ښکاري. ټول جهان کښې د عدم خشونت د غورځنګونو چخڼي کېدل روان دي. د عدم تشدد غورځنګونو ته پۀ درنه سترګه نۀ کتل به حتماً پۀ تشدد ولاړ غورځنګونه نور توانوي. ټوله نړۍ کښې حکومتونه او رسنۍ د جنګ خبرو ته بې درېغه ځاے، پنګې، تحقيقي پروژې او توجو ورکوي نو د دې عمل نه يو د خطر نه ډک پېغام خورېږي او هغه دا چې “کۀ د نړۍ توجو ځان ته را ګرځول غواړې نو د خشونت او تشدد چلند به کوې!!!” دا معلومه خبره ده چې تشدد بدرنګ وي، ناڅاپي وي او بې انډوله وي. پۀ يويشتمه پېړۍ کښې د مذهبي بنيادګرۍ او افراطيت، د جوهري رياستي قامپرستۍ او د جهانيت لۀ امله د کلهمې ابادۍ د بې درکه کولو تر منځه تړاو لۀ پامه نۀ شي غورځولے کېدے.

    پۀ 2016 کښې اروندهتي راے ‘زما باغي زړۀ’ تر عنوان لاندې يوه بشپړه مقاله وليکله او ښائي خپل ټول سياسي دريځ ئې پۀ کښې روښانه کړو. د دې مقالې پېل کښې اروندهتي راے ليکي چې ما يو وار ټيليوژن د فرورۍ پۀ يوه لنډه شپه کښې چالان کړو نو دا مې باور ؤ چې کۀ ما د اوسني ملکي حالاتو پۀ حقله نۀ څۀ ليکلي يا وئيلي هم وو، خو زما نوم به د ملک دښمنه وګړو پۀ وړومبي فهرست کښې ثبت شوے وي. اوس نو دا معلومه خبره ده چې د وژلو، د قتلولو، پۀ پوهنتونونو د پوليس د بريدونو، د محصلينو د نيولو او د بېرغنونو د رپولو د زور زياتي احکاماتو پۀ حقله زما دريځ د ملکي اسټېبلشمنټ د دريځ سره تفاوت لري. يو وخت کښې د دريځ دغه توپير ته ‘د کره کتنې شعور’ وئيلے کېدلو خو نن سبا هند کښې د دريځ دغه توپیر ته ‘بغاوت’ وئيلے کېږي.

    دا هم نن، هند کښې يواځې پينځۀ فيصده (5%) د همنسلي ودونو امکان شتون لري. دا هم نن، هم د نسليت نه پرته وادۀ ځوانان د مرګ غېږې ته ور وړے شي. زما دا خبره هم اور بلولے شي نو ځکه زۀ د بيمراو امبېډکر شا ته د پټېدلو هڅه کوم. امبېډکر خپله د 1936 مقاله ‘د نسليت معدوميت’ (The Annihilation of Caste)کښې ليکلي وو،

    وړومبے څيز چې تسليمول ئې اړين دي، دا دے چې د ‘هندو ټولنې’ اصطلاح يواځې يوه اسطوره ده – بذات خود ‘هندو’ نوم هم څۀ حقيقت نۀ لري. دا نوم مسلمانانو[1] د ‘اباسين’ د شرق غاړې ته اوسېدونکو ځائي وګړو ته ځکه ورکړے ؤ چې دوي توپير سره وکړے شي.”

    نولسمه پېړۍ کښې چې کله برطانوي استعمار د مقامي انتظام د پاره پۀ محدود کچ د نمائندګۍ او رايې بندوبست مخې ته راوړو نو د ‘هندو’ دغه اصطلاح د سياسي ګټې د پاره ‘د ابادۍ مترادف’ وګرځولې شوه. تېرو شوو پېړيو کښې هند کښې د ټيټ ګڼلے شوي نسلونو پۀ ميليونو نفوسو بدهـ مت، اسلام، سکهـ مت او مسيحيت خپل کړے ؤ. ماضي کښې د لوړ ګڼلے شوي نسلونو خلکو د پاره د نورو عقيدو او مذهبونو خپلول څۀ دومره خبره نۀ وه. کله چې د ابادۍ د رايې سياست منځ ته راغے نو د لوړ کچ طبقو او نسلونو د پاره د نورو مذهبونو خپلول د اندېښنې وړ خبره شوه. مخکښې چې کوم نسلونه د ټولنې نه ويستے شوي وو او لاس لګېدل ورسره کرکژن ګڼلے کېدل، هغوي اوس د ابادۍ برخه وګرځولے شول، څو چې د ‘هندو’ ابادۍ ساحه ورسره پراخه کړې شي.

    کله را هسې چې پۀ 1925 کښې د ‘راشټريه سوئم سېوک سَنګهـ’ (RSS) بنسټ ايښودے شوے دے، هغه را هسې دا د نظرياتو واکمنه کمپني د بېلابېلو متنوع مذهبونو، شناختونو، نسلونو او قبيلو شناختونه د هندو راشټريه )قام( پۀ دېګ کښې د ويلې کولو هڅې کوي. دا هڅه بېخي داسې بېلګه لري لکه چې يو غټ بحر نه د بهارت ماتا يوه ډبرينه مجسمه وتراشلې شي؛ اوبۀ ډبرې ته اړول عملي امکان نۀ لري خو د دې هڅو جريان کښې اٰر اېس اېس دغه ټول بحر الوده کړو او دې کښې ئې بوټي او مهيان زهرژن کړل. د اٰر اېس اېس د مسوليني او هټلر نه اغېزمنده د ‘هندوتوا’ دغه نظريه ټول هندي مسلمانان خپلې ليکې ته راوستل غواړي. د اٰر اېس اېس د مفکورې تر مخه دې پروژه کښې کميونسټان، مسيحيان او مسلمانان تر ټولو غټ خنډان دي. اٰر اېس اېس پۀ توندۍ خپل دغه هدف ته روان دے نو ځکه زمونږ نظر ته هر څۀ ګډوډ ښکاري، خو دا ټول ګډوډے منظمه لړۍ لري. د اٰر اېس اېس بېلابېلې څانګې پۀ لکهونو کارکنان لري او اوس ئې خپل کارکنان پۀ منظمه توګه د دولت کمېټيو، پوهنتونونو، افسرشاهۍ او استخباراتو ته هم ننويستلي دي. د دې يوه بېېلګه د هند جوهري چاودنه ده. هند مخکښې هم چاودنې کړې وې خو دې وار چې د جوهري چاودنې نمانځل او ننداره څنګه وشوه، دا بې ساري وه. دا د ‘هندو بم’ پۀ څير ونمانځل شو او دا خبره خوره کړې شوه چې دې سره به د هندو راشټريه خوب رښتيا کړے شي او بيا د دې نه پس يو څو ورځې وروستو پاکستان يو ‘مسلمان بم’ منځ ته راوړو او اوس دا دے د دواړو هېوادونو اولسونه د دوو داسې جوهري بم لرونکو جنګيالي چرګانو تر منځه دل کېږي، چا ته چې يو بل سره نفرت ښودلے شوے دے. دواړو هېوادونو يو بل سره د نفرت مسابقت کښې د مذهبي فاشزم پۀ ترڅ کښې خپل اولسونه زنداني کړي دي او کشمير د دوي د نفرت تر ټولو لويه پلمه ده.

    اٰر اېس اېس او بي جے پي )’بهارتيه جنتا پارټي’ د اٰر اېس اېس يوه سياسي څانګه ده[2]( دې جريان کښې د فکر او دانش پۀ ضد جنګ پېل کړو. د هند د وړومبي کچ پوهنتونونو يعني د حېدراباد پوهنتون، د هند د ټېکنالوژۍ انسټيټوټ او د جواهر نهرو پوهنتون پۀ ضد دسيسې پېل شوې. د محصلينو پۀ بنسټونو بريدونه پېل شول. اٰر اېس اېس دا خبره نۀ شي زغملې چې د ټيټ کچ نسلونه کوم چې يواځې درې فيصده (3%) لوړو زدکړو ته رسي، پۀ جواهر نهرو پوهنتون کښې د هغوي شمېر پنځوس فيصده (50%) ته ورسېدو. د مذهبي فاشزم يو داسې چپاو جوړ کړے شو چې منورين ئې دل کړل. د دغه منورينو ګناه يواځې دا وه چې د مودي څۀ تضادات او تناقصات ئې مخې ته راوړل. د بېلګې پۀ توګه مودي د ټولټاکنو خپل مهم کښې دعويٰ کړې وه چې د هند شتمنو د ټېکس نه بچ کېدلو د پاره پۀ زرګونو اربه روپۍ پۀ بهرني ملکونو کښې ډب کړې دي او دے به دا ټولې روپۍ راوړي او هر وګړي ته به اوولس لکهه روپۍ پۀ خودکاره وضع تر لاسه کېږي. د روپيو راوړل لا پرېږده چې اوس هر کال هند کښې پۀ کروړونو وګړي د غربت کرښې نه ښکته غورځېږي.

    زمونږ د زمکې سياره څلور نيم اربه کاله عمر لري. بشر د زمکې پۀ مخ دوه لکهه کاله مخکښې ښکاره شو، څۀ ته چې مونږ ‘انساني تهذيب’ وايو – دا بس يو څو زره کاله زوړ دے. هند د خپلو موجوده پولو پۀ بنسټ يواځې اتيا کاله زوړ دے. دا خبره مونږ ته پۀ څرګنده توګه د فکر بلنه راکوي. يو بېرغ ته عبادت کول؟ دې د پاره يا خو زما فکر ډېر ماډرن دے او يا بيا ډېر زوړ دے.

    اروندهتي راے خپلو دغه ټولو مقالو کښې د نړيوال او رياستي سياست تړاو لرونکې مهمې فکري لړۍ څرګندې کړې دي. يواځې پۀ دې ئې اکتفاء نۀ ده کړې، بلکې هغه تعاملات او کړنې ئې هم ښکاره کړې دي، د کومو پۀ واسطه چې د بې وزله اولسونو او محکومو قامونو نه د هغوي ګټه وټه، د هغوي وسيلې، د هغوي مشقت، د هغوي خپل علم او پوهه او د هغوي اختيار تروړلے کېږي. چې پۀ کوم ډول د اولسونو او قامونو د بې وزله کولو تګلارې وضع کړلې کېږي، هغه يو منظم عمل دے. د اکثرو اولسونو بې وسي د يو چونګ چوڼ خلکو شتمنۍ سره مستقيم اړيکه لري.

    وړومبۍ او تر ټولو غټه لړۍ چې ډېر دقت سره څرګنده شوې ده، هغه د وسلو جوړول او د دې مارکيټ او پلورل دي. د دغه وسلو د جوړولو د پاره د رياستونو اشرافيې لکه د پاکستان، هند، امريکې، چين او اروپائي هېوادونو اشرافيې اولس کښې او د اولس ټولنيزه اروا کښې يوه تخيلاتي وېره زېږوي. د دې وېرې تراشلو د پاره خيالي دښمنان جوړ کړي. د وېرې او دښمن د شتون حقيقت ته نزدې کولو د پاره مادي پلمه ولټوي. دغه پلمه د هېوادونو تر منځه د پولې شخړه هم کېدې شي او د يو نظرياتي بريد خطر هم کېدے شي. د پاکستان پۀ اړه د دې بېلګه بېخي څرګنده ده. هند او افغانستان سره د پولې شخړه د دښمن جوړولو دسيسه کښې پۀ جدي توګه کارولې شوې ده. دښمن جوړولو، د هغې نه وېره تراشلو او دغه وېره بيا ټولنيزې اروا ته ننباسلو د وسلو جوړولو، د هغې د اخستلو او پلورلو کاروبار ته لاره هواره کړه. د وېرې د تراشلو، هغې د پاره د دښمنانو جوړولو او بيا دې دواړو نه د ژغورلو د پاره ‘رياستي قامپرستي’ تراشل اړين ګڼلے کېږي – لکه دا تراشل چې “پاکستان د اسلام قلعه ده او هند او نوره نړۍ دا قلعه ورانول غواړي؛ نو ځکه د جوهري بم جوړول او د هغې نمانځل د دغه رياستي قامپرستۍ )قاميت( لازم جز دے”. پاکستاني قامپرستۍ د پاره بيا د تاريخ تنسیخ کول لازم ګرځي، نو د تاريخ تنسيخ کول او د ځائي اولسونو او قامونو شناختونه ويلې کول د دغه رياستي قامپرستۍ د دوامدارۍ لازمي برخه وګرځي. رياست ته د دې دوه ګټې رسي: يوه دا چې د اولسونو پۀ طبعي او فطري وسيلو خېټه اچول اسان شي او دوېمه دا چې د اولسونو پۀ زحمت او مشقت لاس ته راوړې شوې ګټې وټې د هغوي نه تروړل بېخي جائز شي.

    چې کله بيا چرته د تراشلے شوو دښمنانو لۀ غاړې پۀ حقيقي توګه ‘خطر’ کښې کموت راځي نو د بهر د دښمن پۀ ځاے دننه د دښمن جوړولو پروژه منځ ته راوړې شي – لکه پاکستان کښې چې د ترهګرۍ اقتصاد منځ ته راوړے شو. د انتهاګرو د توليد کولو کارخانې قائمې کړې شوې، د تنظيمونو جوړولو سهولت کاري وکړې شوه، د دې د پاره ځاے پۀ ځاے د فکر او نظريات جوړلو ادارې پرانستلې شوې او بيا دا ټول لۀ منځه وړلو د پاره د پښتونخوا او بلوچستان بېلابېلو سيمو ته عسکري قوا ولېږلے شو. دغه عسکري قواو پۀ ځنګلونو، غرونو، معدنو او سيندونو قبضه وکړه. کوم کوم سياسي ګوند او منورينو چې د جنګ د اقتصاد دغه دسيسه بربنډوله، د هغوي کارکنان ووژلے شول او مشران ئې د غدار، فسادګر او بې دينه پۀ تورونو مختورن کړے شول. د دې تر څنګ د وسلو کاروبار وده وکړه، د اولسونو رايې د بې وزله کولو پلمې جوړې کړې شوې او عسکريت نور توانمن شو. پۀ لکهاو پښتانۀ او بلوچ بې کوره کړے شول، پۀ زرګاو وتښتولے شول او افغانستان سره پۀ پوله ازغن تار پۀ دې پلمه وغزولے شو.

    د خلکو د بې وزله کولو دوېمه لړۍ د غټو ډېمونو جوړول دي. فکر څۀ پۀ دا رنګ وتراشلے شي چې “د پرمختګ د پاره د برېښنا اړتيا وي او برېښنا د پاره د غټو ډېمونو جوړول لازم دي.” پاکستان کښې د تربېلې او منګلا ډېمونو سره يو درځن غټ ډېمونه او يو نيم سل نه زيات واړۀ ډېمونه دي. يواځې يو د تربېلې ډېم د پاره احتمالاً د ددوو اولسواليو )ضلعو( زمکې د اوبو او زيم لاندې راغلې دي او پۀ زرګونو کورنۍ بې کوره کړې شوې دي. د پښتونخوا پۀ شلګونو کلي سره د هغوي د مارغانو، فولکلورونو، قصو او ښکلاګانو د زمکې د مخ نه لرې کړے شوي دي. د تېر شوو پنځوسو کالو نه د تربېلې ډېم نه جوړه شوې برېښنا او د اوبۀ خور د پاره اوبۀ يواځې د غټو کارخانه دارو او د لويو زمکو د مالکانو پۀ ښه راغلې دي. د پاکستان في کس امدن کښې يواځې د مخکښې نه د شتمنو خلکو امدن زيات شوے دے. اوس هم پۀ سلو کښې څلوېښت نفره د غربت د کرښې نه ښکته ژوند کوي او دوه نيم کروړه نفوس بې سواده دي، خو د پينځۀ فيصده ابادۍ امدن کښې شپېتۀ فيصده (60%) زياتوالے راغلے دے. يواځې تېر شوو دوو کلونو کښې د څلوېښت لکهه خلکو روزګار شنډ شوے دے. بل خوا کۀ وګورو نو د ټول پاکستان د برېښنا اړتيا څلوېښت نيم زره مېګاواټ (4,500MW) ده – دغه اړتيا ډېر پۀ اسانه پۀ وړوکو ډېمونو تر سره کېدې شي. دې سره کۀ بېلابېلو ضلعو او کلو کښې د اوبو د ډب کولو د پاره ډنډونه جوړ کړے شي او د ‘چشمه’ ښي او ګس لاس ته نهرونه وويستے شي نو د پښتونخوا پۀ لکهونو اېکړه زمکه خړوب کېدې شي. کله هم چې د پاکستان رياست د پښتونخوا پۀ رياست فشار راوړل غواړي نو د کالاباغ ډېم قضيه را اوچته کړي او دا بيا رياست سره د وفادارۍ ‘پېمانه’ وګرځوي. اوس دا بېخي معلومه خبره ده چې دې ډېم سره به يو پله خو د پښتونخوا درې اولسوالۍ يا ډوبې شي او يا به ئې زمکې زيمژنې شي، او بل پله به د برېښنا مقدار سودمند نۀ وي!!! د پاکستان څلورو کښې د درې ولايتونو اسمبليو د دې ډېم پۀ ضد قراردادونه منظور کړي دي خو بيا هم د اسټېبلشمنټ زياتره برخه وخت تر وخته هم دا قصه را اوچتوي.

    د اولس د بې وزله کولو درېمه لړۍ د ډوېلپمنټ پۀ پلمه ادارې، کارپورېشنونه، خدمات او ملکي توليداتي صنعتونه شخصي کول دي. پاکستان کښې د روغتونونو د شخصي کولو عمل توند کړے شوے دے، هر څو کۀ پاکستان کښې او پۀ خصوصي توګه بلوچستان او پښتونخوا کښې د خلکو پۀ سر د معالجينو شمېره يواځې څلور فيصده جوړېږي. د روغتيا ټوله ذمه واري د بې وزله اولس پۀ سر تپلې کېږي. هسې هم د روغتيا څلوېښت فيصده (40%) نه زياته برخه شخصي روغتونونو ته حواله کړې شوې ده. دغسې د لويو زدکړو د پاره دولتي پوهنتونونو کښې محصلين پۀ دې مجبوره کړے شوي دي چې د زدکړو او استوګنې لګښت پۀ خپل سر واخلي، هر څو کۀ لويو زدکړو ته يواځې درې فيصده محصلين ورسېدے شي. د پوهنتونونو کېمپسونه عسکري چاوڼيو کښې بدل کړے شوي دي. څنګه چې هر ډېم سره يوه عسکري چاوڼۍ ده، دغسې هر پوهنتون د فوج يو کلهم يونټ لري. د تحفظ پۀ پلمه د محصلينو د وېنا او غونډو ازادي د ټوپک پۀ زور اخستې شوې ده. پۀ لسو کلونو کښې پښتونخوا کښې د اويا زره نفوسو وژلو او شل لکهه خلکو د بې کوره کولو نه وروستو هم لا د تحفظ پۀ پلمه هدفي وژنې او جبري تښتونې دوام لري!!![3]

    د ډوېلپمنټ پۀ پلمه کۀ يوې غاړې ته د توليداتو صنعتونه پۀ نړيواله مالي ادارو او غټو سرمايه کارانو پلورل کېږي، نو بلې غاړې ته د نړيوالو مالي ادارو او نړيوال طاقتونو نه پور اخستے کېږي. د پاکستان رياست تر اوسه پينځۀ دېرش کهربه [3,500,000,000,000] روپۍ قرضدارے دے. د پاکستان د کليزې بوديجې احتمالاً څلوېښت فيصده (40%) برخه د دغه قرضونو قسطونو او د دې سُود کښې ورکولې کېږي. خو بيا هم د فوج د پاره غټې او وړې وسلې، جوهري بمونه، جنګي جهازونه، ټېنکونه او چاوڼۍ ورځ تر ورځه زياتېږي!!! د دې هر څۀ د هغې شمېرې نه پۀ اسانه اندازه لګي چې کومه 2017-2018 کښې د پاکستان د معاشي سروے راپور ورکړې ده. د پاکستان د 225 ميليونه ابادۍ يواځې 378,253 رسمي معالجين او د هغوي مرستيال شتون لري او يواځې 1,211 سويلين دولتي روغتونونه دي، خو بل پله پاکستان سره 1,171,000 عسکر،اېټم بمونه، مزائل، ټېنکونه، بحري بېړې او استخبارات شتون لري.

    د اولسونو د بې وزله کولو او د قامونو د محکوم ساتلو د دې ټولې پروژې د پاره د پاکستان رياست درې الې کارولې دي:

    1. وړومبۍ اله مذهب د سياسي او رياستي قامپرستۍ )قاميت( د تراشلو اهدافو د پاره کارول دي. دې د پاره ئې پۀ مذهبي تنظيمونو او د انتهاګر مفکورې پۀ رغښتولو لويه سرمايه کاري کړې ده. دې سره ئې هم دا د ‘نيو لبرل اکانومي’ توليداتو سره تړلې ده. يوې غاړې ته رياستي نخښې نخښانې لکه فوج، د پاکستان مسخ شده تاريخ، اردو او پۀ کشمير جنګ مقدس ګرځولے شوي دي او بلې غاړې ته دا د اشرافيې د شخصي منفعتونو د پاره لوے مارکيټ جوړ کړے شوے دے. يوې غاړې ته اوبۀ زهرژنې کولې کېږي، ځنګلونه سوزولے کېږي او غرونه ماتولے کېږي؛ او بلې غاړې ته انتهاګر مذهبي تبليغات ورځ تر ورځه خورېږي.
    2. د پاکستان رياست چې دوېمه اله د اولسونو د بې وزله کولو او د قامونو د محکومولو د پاره کارولې ده، هغه د پوهنې، زدکړو او علم کنټرول دے. نصاب، کتاب او تدريس درې واړه رياست پۀ ډېر دقت خپلو لاسو ته راوستي دي. څېړنه، کره کتنه او تحقيق د رياست د عېنکو نه کېږي او خپرېږي. د فکر هر هغه څپرکے چې ‘د ازاد خيال رېښه’ پۀ کښې ليدلې کېږي، د هغې مرۍ خپه کولې کېږي. دلته ‘پوهنه’ د رياست جوړې کړې شوې مفکورې اموخته کولو ته وئيلے کېږي. دلته د ژوند ليدلور د زمان پۀ اوياو کلونو کښې را ګېرولو او د ‘ډيورنډ لائن’ او ‘کنټرول لائن’ تر منځه مکان کښې زنداني کولو ته وئيلے کېږي. دلته تهذيب او حب الوطني د بشر د هنرونو د پنځونې مرۍ خپه کولو ته وئيلې کېږي؛ نو ځکه د رياست مثبت توليدي استعداد ورځ تر ورځه شنډېږي او ځکه يو هم حقيقي مفکر منځ ته نۀ راځي.
    3. درېمه اله د رسنيو او ميډيا ولقه کښې راوستل او د دې پۀ واسطه د رياست مفکوره او بيانيه خپرول دي. د پاکستان ميډيا کښې د اولسونو او قامونو د ژوند اساسي برخې شتون نۀ لري. د پاکستان پۀ مطبوعاتو کښې د عام اولس ځاے نشته. دلته يا خو د ‘نيو لبرل مارکيټ’ سوداوې خرڅېږي او بيا د رياست تراشل شوو چوکاټونو کښې پراپېګنډه کېږي. دې ميډيا کښې چې څۀ هم وئيلے کېږي يا ښودے کېږي، هغه پۀ يو ډول يا بل ډول د رياست د اولسونو د بې وزله کولو د فکر او پاليسيو لړۍ دي.

    د رياستونو او حکومتونو د دا ډول پټو او څرګندو خونړو دسيسو پام کښې ساتونکي دا هر اړخيز نظرونه او متبادل فکرونه د ځبېښاک، ښکېلاک او فاشزم نه باغي زړونه زېږوي او دا باغي زړونه به د ځبېښاک، ښکېلاک او فاشزم مونډ وباسي.

    1. د مذهب پۀ حواله رائجه اصطلاح “هندو” اصلاً جغرافيائي نوم دے؛ مذهبي نامه ‘وېدک’ ده. د 1500 نه د 500 قبل مسيح پورې موده کښې د دغه وېدي مذهب د مذهبي رسوماتو، اشلوکونو، اٰيتونو او مذهبي کلتور نقشه هم دغه ‘وېدک’ اصطلاح سره راکښلې کېږي. دا اصطلاح د مذهب پۀ معنٰي کارول پېرنګي استعمار شروع کړي وو چې اغلې راے ورته اشاره هم کړې ده. دا جغرافيائي نوم د ‘اباسين’ غرب ته د اسلام راتګ نه ډېر زوړ دے.
    2. د هندوستان، پاکستان او داسې نورو هېوادونو دننه د مذهبي او سياسي ډلو مسلح څانګې، د فوج سياسي ټولګي او ‘غېر رياستي’ عناصر د معمول خبره ده.
    3. ياده دې وي چې د دې ليکنې کمپيوټر ته خېژولو نه يوه ورځ پس، پۀ دوېمه مۍ وزيرستان کښې د شهيد ميرزالم خان د کورنۍ يو بل وګړے ‘عارف وزير’ هم د ‘نا معلومه’ ‘غېر رياستي عناصرو’ لۀ خوا وويشتلے شو او د اسلام اباد پۀ پمز روغتون کښې ئې ساه ورکړه. د وزيرستان غوندې سيمه چې فوج د تېرو اتلس کلونو نه بڼلې ده، هلته د فوج دومره اوږده ناسته سوالونه پورته کوي چې ایا بل څوک د دغه غېر رياستي عناصرو سهولت کاري کولې شي؟

      د عارف وزير د قتل دعويٰ نېغ پۀ نېغه پۀ رياست کېږي او رياست بايد د جوډيشل کمېشن جوړولو او د دې قتل قاتلان مخې ته راوړلو سره دغه دعويٰ وځوابوي.

  • ياره! قلندر ته دعاګانې کړئ! – ډاکټر خادم حسېن

    ‎د کلي د ګرميو اوږدې غرمې به داسې وې چې د خلکو د تګ راتګ ټوله حوصله به ئې ورژوله. زمونږ د کلي د سکول د پښتو استاذ د نزدې بازيدخېلو کلي اوسېدونکے ‌ؤ؛ فضل کريم استاذ نومېدۀ. د سکول چهټۍ نه وروستو به ئې غرمه زمونږ حجره کښې ارام کولو او چې د نمر تاو به لږ تم شو نو مازيګر به بیا کلي ته تلو. ما دغه وخت پۀ اووم اتم ټولګي کښې سبق وئيلو. کله کله به د غرمې مونږ ټول فضل کريم استاذ سره ناست وو. یوه ورځ دې مجلس کښې د مومندو د تپې د بېلابېلو کلو د لوړو شخصیاتو تذکره راغله. د عبدالحميد مومند نه خبره پېل شوه او تر صنوبر حسېن کاکاجي او د بهادر کلي د خدائي خدمتګار عاشق شاه باچا نه تر د بډهبېرې د خدائي خدمتګار کپتان ګل حېدر او د سوړيزو د فقير محمد کاکا پورې راورسېده. دې کښې فضل کريم استاذ پوښتنه وکړه چې تاسو د بازيدخېلو لوے شاعر او افسانه نګار قلندر موند پېژنئ؟ کشران غلي شول او یو څو مشرانو ووې چې ولې نۀ! حبيب الرحمان خو د بډبهېرې هائي سکول کښې زمونږ سبقي ‌ؤ. استاذ صاحب ووې چې هو! خپل نوم ئې حبيب الرحمان دے او نن سبا ګومل پوهنتون کښې د لاء کالج پرنسپل دے. دې سره ئې د خپل ځنګانۀ لاندې پروت یو کتاب راويستو او مونږ ته ئې مخې ته کړو. وې ئې، دا د قلندر مومند د افسانو مجموعه ده. د کتاب پۀ ټائټل “ګجرې” ليک ‌ؤ. زما پۀ اصرار استاذ صاحب کتاب ما ته لوستلو د پاره پۀ دې شرط راکړو چې ټولې افسانې به لولم. سم راته نۀ دي یاد چې درې کۀ څلور شپې مې دغه کتاب سره روڼې کړې وې. دا د پښتو وړومبے کتاب ‌ؤ چې ما ټول پۀ ټوله لوستے ‌ؤ. د افسانو پلاټونه او کردارونه بیا تر ‌‌‌‌‌‌ډېرو کلونو زما مازغو کښې اوړېدل راوړېدل.

    ‎څو کاله وروستو چې ما اسلامیه کالج کښې پۀ اول کال کښې سبق وئيلو نو زما روم مېټ ریاض تسنيم ‌ؤ. تسنيم راته یو ورځ دوه د شاعرۍ کتابونه لوستلو ته راکړل: یو د اجمل خټک “ګل او پرهر” او بل د قلندر صاحب “سباوون”، چې پۀ لوستلو ئې د مړېدو نۀ ‌وم. “سباوون” به بیا لکه د صحيفې ما سره همېش پۀ ترخ کښې ګرځېدو. د “سباوون” شعرونه به راته پۀ هره موقع او پۀ نۀ څۀ خبره یادېدل. د “سباوون” اوږدۀ اوږدۀ نظمونه راته ازبر شوي وو. “اے د رحمان ادېرې!”، “اے د مومندو زمکې!”…”رحمانه! ستا د پاک مزاره ځنې، د ازاریانو لږ خبر اخلم”.

    ‎چې پۀ خوشحال پۀ رنتهبور کښې وشوې
    ‎هغه کانې پۀ ما لاهور کښې وشوې
    ‎د رڼا ناوې دغه ټولې قيصې
    ‎ما سره ستا د مېنې تور کښې وشوې

    ‎بیا به مې چې کله د قمرګلې پۀ غږ د قلندر صاحب دغه غزل اورېدو نو د “سباوون” هغه مخ به مې هم خیال ته راغلو چې پۀ کوم مخ دغه غزل چاپ شوے ‌ؤ.

    ‎د صبر ساه مې پۀ سکيندو شوه، تۀ به کله راځې؟
    ‎زما ځواني پۀ زړېدو شوه، تۀ به کله راځې؟
    ‎د قلندر د ارماني ژوندون علاجه مرګه!
    ‎هغه خو اوس د نۀ راتلو شوه، تۀ به کله راځې؟

    ‎بیا چې کله زۀ دولسم دیارلسم ټولګي ته ورسېدم نو د اسلامیه کالج “خېبر” مېګزين کښې مې افسانې او مضمونه ليکل پېل کړل. یوه ورځ هم دې سلسله کښې فرمان الدين بخشالي مرحوم ته ورغلے وم، نو هغۀ راته وې چې پۀ افسانه دې د قلندر صاحب چاپ څرګنده ښکاري. بیا ئې رانه پوښتنه وکړه، د قلندر هفته وار تنقيدي نشست ته ورځې؟ ما د دې نه د لاعلمۍ اظهار وکړو. څۀ موده وروستو راته د کلي یو ملګري ارشد وحيد خبره وکړه، د قلندر صاحب د ساهو ليکونکو ادبي مرکې ناسته د هر ګل پۀ ورځ اردو سائنس بور‌‌‌‌‌‌ډ کښې کېږي. بیا څۀ؟ د هر ګل پۀ ورځ به زۀ او ارشد مازيګر اردو سائنس بور‌‌‌‌‌‌ډ کښې حاضر وو. اردو سائنس بور‌‌‌‌‌‌ډ هغه ورځو کښې سوئيکارنو چوک سره نزدې کراچۍ مارکيټ کښې ‌ؤ.

    ‎د ساهو ليکونکو ادبي مرکې دغه تنقيدي نشستونه زما د پاره بېخي نوې تجربه وه. یو غزل، افسانه، مضمون، نظم یا تکل به تنقيد د پاره وړاندې شو. دا به اکثر د یو ځوان ليکونکي زیار ‌ؤ. ‌‌‌‌‌‌د ادب وتلي تخليق کارانو او استاذانو ډاکټر اسرار، یار محمد مغموم، اکرام الله ګران، عنایت الله ضیاء، فريد صحرائي، سيد محمود ظفر او مشتاق مجروح یوسفزي به تنقيدي جاج واخستو او کله کله خو به ئې ليک تار تار کړو. نسبتاً ځوانانو لکه ګل محمد بېتاب، اباسين یوسفزي، اظهار الله اظهار، ارشد وحيد او راقم حروف به اکثر پوښتنې کولې. زبېر حسرت صاحب به پۀ ‌‌‌‌‌‌ډېر انهماک، مهارت او خطاطۍ روداد ليکلو. قلندر صاحب به د نشست پۀ پایې کښې د خپل علم سمندر راوسپړدلو. د فارسۍ، عربۍ، انګليسۍ او پښتو کلاسيک نه به ئې حوالې راوړې او هغه به ئې د ادبي تنقيد تهیورۍ سره تړلې او د فنپارې د قدر اصول به ئې وضع کول. د عروض، بلاغت، منطق، فلسفې، نفسیاتو، ټولپوهنې او بشر پوهنې باريکې نکتې به ئې فنپاره کښې لټولې او هغه به ئې ادبي تاريخ سره تړلې.

    ‎مونږ ځوانانو د پاره د د کتابونو، علمونو او تخليق کارانو حوالې او بیا د هغې پۀ لوسته هڅول لکه چې قلندر صاحب پۀ ځان فرض کړي وو. ما ته یاد شي چې یو وار ما د جميل جالبي د یو کتاب حواله ورکړه. قلندر صاحب راته پۀ قهر ووې چې جالبي زما د پاره استناد نۀ دے، کۀ حواله ورکوې نو بیا د هغه چا ولې نۀ ورکوې چا نه چې جالبي خوشه چيني کړې ده؟ پښتانۀ وائي چې راخستل غواړې نو بیا د لوے ‌‌‌‌‌‌ډېران نه راخله! ما وې دغه څوک دي؟ قلندر صاحب ځواب کښې ووې چې ټي اېچ هیوم دے، مېتهیو ارنلډ دے، جانسن دے، ټي اېس ايلیټ دے.

    دغه وخت کښې ما ایله ایله د انګرېزۍ ادبیاتو رسمي تعليم پېل کړے ‌ؤ. انټرنېټ لا عام شوے نۀ ‌ؤ نو زۀ پۀ دکانونو سر شوم او چې تر څو مې د دغه ټولو نقادانو کتابونه نۀ وو پېدا کړي او هغه ټول مې لوستي نۀ وو نو پۀ ارام شوے نۀ وم. دغسې مې یوه ورځ چرته خطا کښې د بایزيد انصاري او د پښتون تاريخ خبره وکړه نو قلندر صاحب رانه سمدستي پوښتنه وکړه چې تا د عبد القادر خټک “تاريخ مرصع” او د دوست محمد کامل A Foreign Approach to Khushal لوستي دي؟ زۀ بیا شرمنده او لاجوابه شوم خو زړۀ کښې مې قصد وکړو چې څنګه د مرکې دا اجلاس تر سره شي نو دغه کتابونه به لټوم. او هم دغسې مې وکړل.

    ‎یو ځل راقم، اظهار صاحب او ارشد وحيد یو ‌‌‌‌‌‌ډېر معصومانه سازش جوړ کړو. دغه ورځو کښې زۀ د انګرېزۍ ادبیاتو د وړومبي کال طالب علم وم او اظهار صاحب غالباً د اردو ادبیاتو د ماسټرۍ دوېم کال کښې سبق وئيلو. زمونږ به اکثر قلندر صاحب سره د نوې افسانې پۀ تکنيک بحث کېدو. د قلندر صاحب خیال ‌ؤ چې د افسانې د پاره د قصۍ، پلاټ او کردارونو شتون د شرط حېثیت لري. قلندر صاحب به وې چې افسانه هغه وي چې ‌‌‌‌‌‌ډرامائي تشکيل ئې کېدے شي. زمونږ دا موقف ؤ چې نوې افسانه د دې نه بغېر هم ليکلې کېږي. ما یو ځل پۀ ‌‌‌‌‌‌ډېر اعتماد دا فتويٰ جاري کړه چې خبره د روایت نه ‌‌‌‌‌‌ډېره مخکښې تلې ده. قلندر صاحب پۀ قهر ووې چې تۀ داسې افسانه وليکه او را روان اجلاس کښې ئې تنقيد ته وړاندې کړه. زۀ، اظهار صاحب او ارشد وحيد د اجلاس نه وروستو قصه خوانۍ کښې یوې چاے خانه کښې کښېناستو او شريکه مو د یوې داسې افسانې تنسته جوړه کړه. څو ورځو کښې ما د “بو‌‌‌‌‌‌ډا سړي” د سرخط لاندې دغه افسانه وليکله او را روان اجلاس کښې مې واوروله. د افسانې مرکزي خیال پۀ هومو سېکشوالټي ولاړ ‌ؤ. اجلاس کښې توند بحث روان شو. قلندر صاحب بېخي پۀ قهر شو او پۀ یو صورت کښې ئې هم دغه ليک د افسانې زمره کښې نۀ راوستو. ما ته یاد شي چې ‌‌‌‌‌‌ډاکټر اسرار صاحب خپل مخصوص سټائل کښې ګویان شو، “قلندر صاحب! داسې ښکاري چې ستاسو پۀ خیال عامر )دغه وخت کښې ما عامر تخلص لرلو( د دغه بو‌‌‌‌‌‌ډا سړي نه زیات غلط کار کړے دے” – دې جملې سره د اجلاس ګرمي سړه شوه او مونږ پۀ خېر راووتو.

    ‎شپږ اووۀ کاله چې مې د قلندر صاحب نه زدکړه وکړه او بیا پۀ انګرېزۍ کښې د ليک لوست قابل شوم نو هغه وخت پېښور نه خپرېدونکې د انګرېزۍ ورځپاڼې Frontier Postادبي صفحې د پاره مې خپل د انګرېزۍ وړومبے مضمون پۀ قلندر صاحب وليکلو. چې مضمون چاپ شو نو بیا راباندې دا پرغځ ولګېدو چې دا اخبار اوس قلندر صاحب ته څنګه ورسوم. د مرکې اجلاس کښې لا ورځې وې او ما غوښتل چې سمدستي دا مضمون قلندر صاحب وويني. نېغ اردو سائنس بور‌‌‌‌‌‌ډ ته لاړم او د هغه وخت ‌‌‌‌‌‌ډائرېکټر عبد الله جان صاحب نه مې د قلندر صاحب د کور درک واخستو. خوشحال کالونۍ ته ورسېدم نو حېران هم شوم او ودړدېدم هم، چې پۀ یو وړوکي کور مې د قلندر صاحب د نوم بور‌‌‌‌‌‌ډ وليدو. بس “د یو قلندر جونګړه” ښکارېده. قلندر صاحب کور کښې موجود ‌ؤ. زۀ ئې بهېټک کښې کښېنولم او قهوه ئې راوغوښته. اخبار مې پۀ وېره وېره ورکړو. داسې راته ولګېده چې قلندر صاحب مخکښې دغه اخبار یا خو لوستے دے او یا ورته اورولے شوے دے. دغه وخت کښې د قلندر صاحب سترګې ناروغه وې او لوستل ئې پۀ خپله نۀ شو کولے. دا هم راته محسوس شوه چې قلندر صاحب ما پۀ ذاتي توګه پېژني. زما د کشر ترۀ پوښتنې ئې ما نه وکړې کوم چې هغۀ سره د بډهبېرې سکول کښې سبقي ‌ؤ. زما پۀ تعليم او نورو مصروفیاتو ئې راسره پۀ تفصيل خبرې وکړې. ما ته داسې ولکېده چې قلندر صاحب زۀ پۀ خپلو نزدې شاګردانو کښې قبول کړم.

    ‎د قلندر صاحب شخصي مجلسونه لکه چې زما د پاره د علم، پوهې او لوستې د یو پراخه جهان دروازه خلاصه شوه. دا هغه ورځې وې چې د ولي خان د کتاب “باچا خان او خدائي خدمتګاري” دوه ټوکونه چاپ شوي وو. یوه ورځ دغه دواړه ټوکه قلندر صاحب سره پراتۀ وو چې زۀ پرې ورپېښ شوم. ما ته یاد دي چې قلندر صاحب وې چې زۀ ولي خان د سیاسي بصيرت دې منطقه کښې تر ټولو لویه حواله ګڼم. بیا ئې راته دا ووې چې زۀ حېدر اباد سازش کېس کښې د ولي خان وکيل وم او زما د پاره دا اعزاز د هر څۀ نه غټ ؤ چې زۀ د ولي خان مقدمه کوم. دې سره ئې دا ووی چې زما دا یقين نۀ راځي چې دا دومره پۀ کړاو راغونډ شوي معلومات او دومره سپېځلي دليلونه او بیا دا کتاب چې څنګه چاپ شوے دے، د املاء څومره تشوالے دے پکښې او د ‌‌‌‌‌‌ډاکومنټېشن نشتوالے دے پکښې؛ د ولي خان پۀ شان نفيس او لوستے انسان به پۀ دې څنګه مطمئن شوے وي؟

    ‎زما یاد دي چې کله پاکستان کښې د نولس سوه نوي (1990) ټولټاکنې وشوې او ولي خان ته د مولانا حسن جان پۀ ذريعه ماتې ورکړې شوه نو تر ټولو قهرېدلے انسان چې ما ليدلے ‌ؤ، قلندر صاحب ‌ؤ. زمونږ زړونه مات شوي وو خو قلندر داسې پۀ قهر ‌ؤ لکه چې څۀ ‌‌‌‌‌‌ډېر ذاتي زیان ئې شوے وي.

    ‎هم دغه شخصي نشستونو کښې ما داسې محسوس کړې وه چې کله قلندر صاحب د باچا خان نوم اخلي نو یو عجبه احساس سره مخامخ کېږي. د باچا خان پۀ حقله د قلندر صاحب نه د پوښتنې کولو ضرورت نه ‌ؤ. دې ذکر د پاره به لکه د “ذکرِ یار” پۀ شان قلندر صاحب بهانې لټولې. یو وار ئې راته وئيل چې باچا خان سلګونه کاله وروستو د دې منطقې د پاره یو متفق علېه رهبر ‌ؤ او بیا ئې زیاته کړه چې پۀ باچا خان چا سره کمپرومائز نۀ شم کولے.

    ‎د بحثونو هم دې لړۍ کښې مې د قلندر صاحب نه یو وار د خان شهيد او د ولي خان د نېپ د زمانې د اختلاف پوښتنه وکړه او دا مې زیاته کړه چې باچا خان د دې اختلاف ختمولو د پاره ولې ګامونه اوچت نۀ کړل؟ دا خبره زۀ ښه پۀ وثوق او هوش و حواس کوم چې قلندر صاحب کومه قصه راته وکړه، هغې زۀ د بلها ورځو د پاره فکرمند کړے وم. قلندر صاحب راته ووئيل چې دې خبرې باچا خان ‌‌‌‌‌‌ډېر فکرمند کړے ‌ؤ. هغۀ زیاته کړه چې یو ځل زۀ، حاجي صاحب بلور او یو بل کس )قلندر صاحب راته درې واړه نومونه یاد کړي وو خو د دغه درېم کس نوم زما نه هېر شوے دے، شاید افضل خان لالا ‌ؤ(، باچا خان را وغوښتو او مونږ ته ئې ووې چې تاسو صمد خان ته لاړ شئ او پوښتنه ترې وکړئ چې پۀ څۀ خفه شوے دے؟ قلندر صاحب وی چې مونږ صمد خان کاکا )قلندر صاحب به خان شهيد ته “صمد خان کاکا” وئيل( ته لاړو او خبره مو ورسره وکړه؛ صمد خان کاکا وئيل چې ولي خان ما نه کشر دے نو ځکه صدارت زما حق جوړېږي. مونږه باچا خان ته دا خبره راورسوله. زمونږ پۀ مخکښې باچا خان ولي خان راوغوښتو او ورته ئې ووې چې صدارت صمد خان ته پرېږده! ولي خان ورته جواب کښې ووې چې بابا! دا خو پارټي ده، ګوند دے او دې کښې جمهوریت دے. د پارټۍ صدر خو د ګوند مرکزي کونسل ټاکي. کۀ تاسو وايئ چې ګوند ختم کړه نو زۀ به سبا دا اعلان وکړم. باچا خان وې، نه! ګوند ضروري دے. ولي خان ورته وې، کۀ تاسو غواړئ نو زۀ به د مرکزي کونسل هنګامي اجلاس را وغواړم او د صمد خان کاکا نوم به د خپلې غاړې نه صدارت د پاره وړاندې کړم، خو د سوونو نمائندګانو پۀ مرکزي کونسل باندې پۀ زور خپله خبره نۀ شم منلې. قلندر صاحب وې چې باچا خان پۀ ټوله قصه ورسېدو او بیا غلے شو.

    ‎ما ته یاد دي چې قلندر صاحب باندې شاید تر ټولو سخت وخت هغه راغلے ‌ؤ چې کله ئې “پټه خزانه في الميزان” چاپ کړو. ما چې دغه کتاب ولوستو نو د قلندر صاحب د خوشامندو پۀ طور مې ورته ووئيل چې دا خو مسکت دليلونه دي. قلندر صاحب رانه پوښتنه وکړه چې “پټه خزانه” دې لوستې ده؟ ما وې نه! راته ئې وې چې ستا پۀ څېړنه مې هېڅ اعتماد نشته؛ چې پۀ کوم کتاب کرېټک دے، هغه کتاب خو دې د سره لوستے نۀ دے! تۀ یو ځل “پټه خزانه” ولوله او بیا “في الميزان” ولوله، بیا راته خپله رایې ووایه. چې ما “پټه خزانه” ولوسته او یو وار مې بیا “في الميزان” ولوستو نو قلندر صاحب ته مې وې چې زما رایې هم هغه ده کومه چې تاسو ته مخکښې مې وئيلې وه او دا مې زیاته کړه چې کۀ د پښتو ادبیاتو یو تاريخي روایت وجود ته راځي نو لږ ‌‌‌‌‌‌ډېر کمے زیاتے معاف کول پکار دي. د قلندر صاحب سکوټ ځواب دا ‌ؤ چې ‘پۀ بې بنیاده او ضعيف تاريخ روایت نۀ جوړيږي’ او زۀ بیا غلے شوم، ځکه چې ما سره هېڅ دليل نۀ ‌ؤ.

    ‎قلندر مومند زما استاذ هم ‌ؤ او زما لارښود هم – پۀ ګور ئې نور شه او یاد ئې تلپاتې!!!

    د زلمي شاهد قماش پۀ “اذيت” څو کرښې

    د معصوم اذيت دوه ګستاخ اٰيتونه

    وړومبے اٰیت:

    هغۀ خپل ګرېوان ته سر تا کړو او يو بېکرانه سراب کښې کېوتۀ. د سوکړه شونډو تېرۀ پاړونه ئې پۀ کربلائي سترګو کښې لکه “جبالاً اوتادا” ژور او درانۀ پرېوتل. د تندې مستقل تصور هغۀ کښې د “اذيت” اونه وکرله چې ځېلې او څانګې ئې د هغۀ د روح پۀ طول او عرض کې ښخې او خورې شوې. د اذيت د دغه احساس شدت هغۀ داسې پوست او مهين کړو چې:

    زما د ذات تکميل کښې وکړه دا شوخي فرښتو زما وجود کښې ئې د روح پۀ ځاے کړو پُو، “اضطراب”

    د ذات تکميل کښې د فرښتو د شوخۍ استعارې د اضطراب کفاره واجب کړه. هغۀ د دغه اضطراب نه زېږېدلے “اذيت” )زۀ داسې ګنم لکه چې( “نېروان” ومنلو. هغۀ د اذيت تکرار کښې د ژبې پۀ سر ووئيل،

    اذيت دے – اذيت دے – اذيت پرېږدوه شاهد قماشه! “شاعري”

    خو د زړۀ دننه هغه پۀ دې سِر او سُر پوهه ؤ چې:

    ؤ تخلیق کار د اذیت سره مخ عقیدت مند وو د تقلید حصار کښې

    خپل ګرېوان کښې سر تا کړے، بېکرانه سراب کښې کېوتے، هغۀ د اضطراب نه “اذيت” تخليق کړو.

    دوېم اٰيت:

    د “اذيت” شعرِ فاتحه:

    اعلٰي معيار ته، د خرابو ضرورت څۀ ؤ؟ چې معجزې وې، د اسبابو ضرورت څۀ ؤ؟

    د “اذيت” شعرِ ختميه:

    مړ دے، هغه بلا نوش، شاهد قماش ګرځېده چې ئې تر څنګه مېکده

    “اذيت” د فکري او شعري تجربو پۀ مجسمه بڼه ستاسو لاسونو کښې دے. د “اذيت” شاعر ځان له د فرېب ورکولو د پاره بلها بهانې تراشلې دي او دغه بهانې خپل نېچر کښې رېشنل دي. دا ثابتوي چې د “اذيت” دننه د تخليق شوو شعرونو پۀ شا يو منطق او استدلال پروت دے – د منطق پۀ صحت خبره نۀ کوم – خبره خو اصل کښې د منطق شتون دے؛ صحت د پاره خو تجسس، لټون او”اذيت” ته غاړه ايښودل پکار وي. د معنيو راويستلو هنر د هغۀ زده.

    “زۀ يو بې نومه بې عنوانه وجود

    د خپل شناخت هڅه کۀ وکړمه نو

    بلها نامې بلها معنې لرمه”

  • کورونا وائرس، مذهب، سائنس، نيو لبرل مارکيټ او د رياست پښتون دښمني – ډاکټر خادم حسېن

    نن ټوله نړۍ د کورونا وباء ولقه کښې ده. ټولنيز واټن، د ګرځېدو را ګرځېدو کموت، د ځان او چاپېرچل صفايۍ ته پام او د ګڼې ګوڼې نه ځان ساتل د دې لا علاجه وباء نه د ژغورنې تدبيرونه ګڼلے کېږي. عام اولس ته اٰګهي ورکول او دوي ته پۀ وخت مستند معلومات رسول او د دفترونو، ټرانسپورټ، توليداتو او انډسټري د تړلو پر مهال د بې وزلو د مرستې چارې کول مونږ بايد ځان باندې لازم وګڼو. دې سره سره بايد تر خپله وسه عام اولس ته د ماسکونو او سېنټائزرز رسولو کښې برخه واخلو. دا ټول کارونه او کلهمې تګلارې مثبتې پاې ته رسېدې شي کۀ پۀ دولتي کچ د مخنيوي او معالجې لپاره مستعده پلان وکارولے شي او دغه مربوط پلان اولس سره د شريکولو لپاره مناسب لارې ګودرې خپلې کړې شي.

    داسې برېښي چې پاکستان او افغانستان کښې زياتره وروستو پاتې طبقې او وروستو پاتې قامونه د دې وباء نه پۀ ټولنيزه او اقتصادي توګه اغېزمن شوي دي. پاکستان کښې د درملنې د مناسب انتظام د نشتوالي لۀ کبله وروستو پاتې ايالتونه او اولسوالۍ يو شمېر ستونزو سره مخ دي. ماهرين پۀ دې اند دي چې کۀ چرې د وباء ازموينې د انتظام نشتوالے، د ماسکونو کموت، د سنېټائزرز لاس ته نۀ راتلل او د ټولنيز واټن پۀ اصول عمل نۀ کېدل برقرار وي نو دا کېدے شي چې تر مۍ پورې پاکستان کښې 31 ملينونه خلک اغېزمن شي.

    محققينو نمره احمد او احمد نورېز رانا “نيا دور” کښې پۀ شپږ ويشتم مارچ يو راپور خپور کړے دے کوم کښې چې هغوي دا دعويٰ کړې ده چې د درملنې او څارملنې د مناسب انتظام د نشتوالي لۀ کبله پاکستان کښې پۀ مليونو خلک د وباء خونړي تاثير نه اغېزمن کېدے شي.

    بلې غاړې ته د “ګارډين” د نولسم مارچ د يو راپور تر مخه د ايران د تفتان ولايت نه د بلوچستان پۀ لاره را ستنېدونکي شپږ زره زائرينو د پاره چې کوم کېمپ جوړ کړے شوے ؤ؛ هغې کښې د اوبو، صابن، خوراک او توليو هېڅ بندوبست نۀ ؤ شوے چې لۀ کبله ئې د وباء وائرس پۀ ورځو کښې خور شو. دې سره سره د مارچ درېمه لسيزه کښې د تبليغي جماعت د يو جوړ لۀ کبله د کورونا وائرس وباء د خېبر پښتونخوا کلو سره سره تر دمشق او غزه پورې ورسېده.

    د قرنطينه يا څارملنې د مناسب انتظام د نشتوالي لۀ کبله پښتونخوا کښې کۀ يوې غاړې ته پوهنتونونو نه قرنطينه جوړلے شي او بلې غاړې ته د ډېره اسماعيل خان اغېزمندو د پاره کلو کښې د قرنطينه د مرکزونو جوړولوعمل روان دے. دغه مرکزونو کښې د ژوند د بنيادي ضرورتونو او حوائج رسول امکان نۀ لري. داسې برېښي چې مرکزي حکومت يو خوا د سم لاسي پرېکړو د صلاحيت نه محروم دے او بلې خوا ئې پښتونخوا او بلوچستان د خداے پۀ اسره پرېښودي دي.

    د دې ټول صورتحال يوه نتيجه دا راووته چې پۀ فرورۍ کښې د نولس (19) اغېزمندو شمېره د مارچ وروستۍ لسيزه کښې يو نيم زر (1500) ته ورسېدو. بله نتيجه ئې دا راووته چې د مرکزي حکومت د انتظام ټول اختيار فوج خپلو لاسو کښې واخستو. دې نه پۀ سياسي توګه دا خبره څرګندېږي چې پاکستان کښې د سويلين ادارو او بنسټونود اهليت لوړولو باندې د مصارفو ترجيح پۀ بېخي ټيټ کچ ولاړه ده. د بمونو، بارودو، ټېنکونو، ميزائلو، جنګي جهازونو او چاوڼيو جوړول لازمي ګڼلے شوي دي او د روغنتونونو، درملنې، د سواد ادارې، مواصلات او د بنيادي سائنس تحقيقونو ته ثانوي نه هم کوز حېثيت ورکړے شوے دے. پۀ رياست د عسکريت د ولقې لۀ وجې مارکيټ او توليدات اېغ پۀ نېغه د عسکري ادارو کنټرول ته لوېدلي دي. هم دغه علت دے چې مرکزي حکوم د سنېټائزرز جوړولو ټهېکه د فوج ادارې ته حواله کړه. کۀ پۀ ژور نظر وکتلے شي نو کۀ پاکستان کښې يو قدرتي افت راشي او کۀ وباء، فوج لا محاله اختيار خپلو لاسونو کښې واخلي. دغسې يوې غاړې ته اولس نه سائينه تر لاسه کړي او بلې غاړې ته د عسکريت دنده لا نوره بشپړه کړي. د اولس بنيادي ستونزې پۀ ځاے پاتې شي خو د عسکريت تجارت پۀ مخکښې لاړ شي.

    کۀ وکتلے شي نو د سندهـ سويلين حکوم د وباء د مخنيوي لپاره د مرکزي حکومت او نورو صوبو نه مخکښې او زيات چټک ګامونه واخستل او کورونا وباء ئې تر ډېره حده پۀ شا کړه. د اتلسم ائيني ترميم يوه لويه ګټه يو ځل بيا د اولس مخې ته راغله چې صوبائي حکومت خپل ائيني دستوري اختيار پۀ کار راوستو، د مرکزي حکومت او فوج اسرې ته د ناستې پۀ ځاے د خپل ايالت اولس ته پۀ وخت ورسېدو. د سندهـ صوبې د سوېلين صوبائي حکومت د کارکردګۍ بېلګې پۀ ډېره ښه توګه دا خبره ثابته کړه چې:

    1. سوېلين اهليت لري او پۀ وخت پرېکړې کولې شي کۀ دستوري او مشروطه اختيار ولري.
    2. دوېم دا چې د صوبو کارملان پۀ توندۍ خپله وظيفه تر سره کولې شي.
    3. درېم دا چې ايالتونه پۀ ذمه وارۍ اولس د ستونزو نه ويستے شي کۀ عسکريت ورله مخ و نۀ نيسي.
    4. د سندهـ د ايالت د بې شانه ښې کارکردګۍ بېلګې نه يوه څلورمه خبره دا څرګندېږي چې کومو خلکو ته پۀ مرکز کښې، پښتونخوا کښې او پنجاب کښې پۀ دې چغو سورو قدرت ورکړے شوے دے چې ګواکې تېر شوو حکومتونو د دولت پنګه کښې غلا غلتي کړې ده او دا فرض کړے شوي وو چې دغه د چغو سورو لګوونکو خلکو کښې به د تېر شوو حکومتونو نه لږ زيات صلاحيت وي، عام اولس ته يو ځل بيا دا خبره واضحه شوه چې دغه خلکو کښې نۀ اهليت شتون لري او نۀ د اولس او قامونو پۀ بابله خواخوږي لري.

    يوه بله ډېره مهمه ستونزه چې دې ورځو کښې مخې ته راغلې ده، هغه د طب او صحت د کارملانو د تحفظ د الاتو نشتوالے دے. ټوله نړۍ کښې او افغانستان او پاکستان کښې د طب او صحت سره تړلي کارملان د وباء پۀ ضد مبارزه کښې پۀ وړومبۍ کرښه ولاړ دي. د دوي تحفظ تر ټولو زيات مهم دے. تېر شوو څو ورځو کښې پاکستان کښې يو شمېر معالجين او د طب نور کارملان د کورونا وائرس تر اثر لاندې راغلي دي. د تشويش خبره دا ده چې د حکومت پام لا دې غاړې ته را ګرځېدلے هم نۀ دے. پۀ اولسي توګه ډېر پۀ زوره دا غوښتنه لازم حېثيت لري چې د طب د کارملانو د تحفظ او نورو اسانيو بندوبست دې سملاسي وکړے شي – چې معالجين محفوظ وي نو د علاج چارې به تر سره کولې شي. کۀ داسې نۀ وي نو جنګ کوونکي خو دغه چارې نۀ شي تر سره کولې، کۀ دوي هر څومره وسيلي ولري او هر څومره توان ولري.

    د ټولنيز واټن د پاره د بازارونو، تعليمي ادارو، ټرانسپورټ، هوټلونو او اجتماعاتو تړل لازم ګرځېدلي دي چې د کورونا وائرس د خورېدلو لاره ونيوې شي. داسې صورت حال کښې هغه خلک چې پۀ خوارۍ مزدورۍ رزق ګټي، د هغوي د بې وزلۍ امکان نور هم زياتېږي. د دې بې وزله اولس مرسته پۀ صوبائي حکومتونو او مرکزي حکومت هم لازم ده او پۀ سياسي ګوندونو او ټولنيز بنسټونو هم. صوبائي او مرکزي حکومتونه بايد د دياړيمارو دقيق معلومات زر تر زره را غونډ کړي او د رسنيو پۀ وساطت دې پۀ امروزه توګه خپارۀ کوي، تر څو چې د دوي د پاره د حکومتي پنګو او ټولنيزو مرستو رسېدل اسان شي. صوبائي حکومتونه بايد د دغه بې وزله اولس د مرستې د پاره مناسب پنګې اعلان کړي. دغه کار بايد مرکزي حکومت هم وکړي. سياسي ګوندونه او ټولنيز بنسټونه بايد د کلو او کوڅو پۀ کچ کمېټۍ جوړې کړي او خواوشا بې وزله اولس ته پۀ جدي توګه ورسي.

    د وباء د دور خدائي خدمتګاري هم دا ده چې پۀ عام اولس کښې يوې غاړې ته د وباء پۀ حقله مستند معلومات ورسولے شي او بلې غاړې ته د دوي د مرستې د پاره لاس پښې ووهلې شي. عام اولس ته دا خبره رسول لازم دي چې کور کښې کښېني، د ګڼې ګوڼې ځايونو نه ځان وساتي، ماسکونه وتړي او سنېټائزرز وکاروي. دا اٰګهي خورول ضروري دي چې کور کښې ناسته او ټولنيز واټن اروائي او نفسياتي اغېزې راوړې شي – د دې منفي اغېزو نه ځان ساتلو د پاره د ليک لوست، د فلمونو کتل، ملګرو او عزيزانو سره د ټيليفون او د ټولنيزو رسنيو د لارې اړيکې ساتل او خپل عادي کارونه تر سره کول ډېر لاس ورکولے شي. دې سره سره کورنۍ سره د کور کارونو کښې مرسته کول هم مثبت حس را پارولےشي. د اٰګهۍ او مرستې دغه ټولو کارونو د پاره ټولنيزو رسنيو او ويډيو لنکونو نه پۀ اسانه کار اخستے کېدے شي.

    رسنۍ او د ميډيا بنسټونه، سياسي ګوندونه او ټولنيز بنسټونه يو بل مهم کار دا کولے شي چې د جعلي خبرو او خبرونو مخه ونيسي چې د وباء وېره کلو کوڅو او ښارونو ته کله هم وغزېږي نو غېر مستند خبرونه او تاوېلي ماوېلي لکه د ځنګل د اور خورېږي. دې سره د وباء منفي نفسياتي اغېزه نوره هم زياته شي. انساني اروا، اقتصاد او ټولنې ته د دې نه لا نور زيان د رسېدو امکان را برڅېره کېږي. داسې حال کښې دا لازم ده چې حکومتونه، ميډيا، سياسي کارکنان او ټولنيز او مدني فعالان پۀ مربوطه لړۍ کښې مستند خبرونه اولس ته د رسولو د پاره لارې ګودرې جوړې کړي. کۀ داسې و نۀ شي نو ټولنه لوے نابېره زيان سره مخ کېدې شي.

    نن سبا پۀ ټولنيزو رسنيو يو شمېر ويډيوګانې څرخي را څرخي کوم چې دا بې دليله خبره خوروي چې ګواکې د کورونا وباء يا خو د امريکې د متحده ايالاتو حياتياتي جنګ دے او يا بيا د چين يا نورو غربي هېوادونو لۀ وجې دغه وباء خورېږي. څۀ هم کۀ د مطبوعاتو يوې لوئې ادارې “ټيليګراف” يو سائنسي راپور کښې دا خبره پۀ ګوته کوي چې د کورونا وباء فطري ده او د لېبارټرۍ جوړ وائرس نۀ دے.

    ټولنپوهانو لۀ ډېره وخته دا ثبوتونه را غونډ کړي دي چې قدرتي افتونه انساني عاطفې او د رحم حس ته وده ورکوي خو وباء کښې انساني او ټولنيز واټن نيکي وګرځي نو د انسانانو اروا کښې د شرم او د جرم حس را پارېدل فطري عمل وي. د شرم او جرم دغه حس کله نا کله دومره توانمند شي چې انسانان يو شمېر غېر عقلي او بې ثبوته خبرو ته هم غوږ نيسي. دې سره سره د بې وسۍ يو احساس خور شي. د بې وسۍ دغه احساس پۀ داسې يو شمېر خبرو چې نۀ دليل لري او نۀ ثبوت، د دې بنياد وګرځي چې انسان باندې سام خور شي، اوهامو او توهماتو ته مائل شي او وهم عقيدې سره ګډ کړي.

    ټولنه کښې يو شمېر طبقې داسې هم شتون لري چې د مذهب او عقيدې پۀ پلمه د دغه وهمونو د خورولو دنده د انسانانو د ژوند او بقاء پۀ قيمت پۀ مخکښې ځي.

    عسکري تجارت او د وهمونو دنده کښې مشترکه قدر دا دے چې دواړه د انسانو ټولنې خپله ولقه کښې د راوستلو دسيسې کوي نو ځکه دواړه يو بل له لاس ورکوي.

    عسکريت د انسان مادي اړخ قبضه کوي او د وهمونو د دندې تجار هم د انسان اروا، ذهن، اعصاب او نفسيات ولقه کښې د راوستو زيار کوي – نو ځکه دا د حېرت خبره نۀ ده چې د پاکستان د ټي وي ګانو پۀ سکرينونو يو ژړغونکے غږ ناڅاپي را ښکاره شي او د فوج او د طالباتو اتحادي حکومت د پاره پۀ سلګيو سلګيو دعاګانې غواړي. د سائنس د جراحۍ او طب او درملنې اختراعاتو، ابتکار او ايجادونو تر اوسه پورې تر ډېره حده د انساني نوغي خوندي ساتلو کښې مرسته کړې ده. د مذهب پوهان او عالمان بايد د وباء پۀ ضد مبارزه کښې د سائنس مرسته وکړي او د وهمونو د دندې پۀ ضد غږ پورته کړي. د مذهب پوهانو او عالمانو ته دا ياد ساتل پکار دي چې عقيدې انسانان خپلوي، کۀ خداے مۀ کړه انساني نوغے خطر سره مخامخ شي نو بيا به عقيدې څوک خپلوي؟

    د معلوم تاريخ را هسې د انسان نوغے بېلابېلو خطرونو او وباګانو سره مشت و ګرېوان دے. تر اوسه د انسان نوغے پۀ خپل ټولنيز حکمت او دانش پۀ دې توانېدلے دے چې د قدرتي افتونو او وباګانو پۀ ضد مبارزه کښې بريالے شي او خپل نوغے خوندي وساتي. هم دا يوه پېړۍ مخکښې د هسپانوي انفلوئنزا وباء تېره شوې ده، کومې چې ټوله نړۍ کښې څۀ کم و بېش پنځوس مليونه انسانان د ستوني تېر کړي وو. خو انسان هغې له ماتې ورکړه.

    خو بلې غاړې ته د تېرو شوو څو پېړيو راهسې د بعضې طبقو د بې درېغه منفعت لوږې نه زېږېدلې ازادې منډۍ او نيو لبرل اقتصاد د زمکې پۀ سياره هغه کانې وکړې چې معلوم تاريخ کښې ئې بېلګه نۀ موندلې کېږي. ځنګلونه ورېبلے شول، غرونه هوار کړے شول، سيندونو او دريابونو باندې غټ غټ ډېمونه جوړ کړے شول چې لۀ کبله ئې اوبۀ وسوزولې شوې او پۀ لکهاو ميټره خاوره ورژولې شوه. د حېواناتو پۀ زرګونو انواع د زمکې د مخ نه لرې کړے شول او هواګانې زهرژنې کړې شوې. د ځنګلي حيات د نړيوال فنډ تر مخه تېرو شوو څلوېښتو کلونو کښې د مهره دار حېواناتو لکه مماليه، مهي، مارغانو او حشرات پۀ انواع کښې شپېتۀ فيصده کموت واقع شوے دے. د جوهري وسلو انبارونه، د بارودو کندوان، د توغندو ډهېري، د طيارو او الوتکو د غوږونو د پړدو شلوونکي کرکژن اوازونه او د ټېنکونو غړمبار د انساني ژوند ښکلا له مرۍ خپي کړې ده. د ژوند د بقاء ضامن انواع د انسان د وحشي زړۀ ارادو وېرولې دي. بحر او خشکه دواړه ترهېدلي دي. هره ورځ دريابونه د زمکې پۀ مخ وچېږي، ځنګلونه وژلے کېږي، غرونه رژېږي او بمونه او ميزائلونه جوړېږي. د اېټمي او جوهري وسلو پۀ حقله اروندتي راے داسې فکر کوي چې دا وسلې زمونږ سوچونو ته ننوځي، زمونږه اروا او عادتونو باندې اغېز کوي، زمونږ خوبونه ړنګوي – دغه وسلې، عن تر دې چې زمونږ پۀ غوښه غاښونه لګوي.

    د انساني نوغي دغه يو څو طبقو چې رياستونه ئې ولقه کښې اخستي دي، د زمکې ټول ژوند خطر سره مخامخ کړے دے. زمونږ دا تاثر چې ګواکې د رياستونو د بشپړتيا لۀ وجې رياستونه د بېلابېلو ستونزو حل لارې لټولو کښې بوخت دي نو ځکه اولس او انساني نوغي ته پام نۀ شي ګرځولے، ډېره لويه مغالطه ده. حقيقت دا دے چې دا رياستونه ستونزې زېږوي، دا د بې وزلۍ او افلاس توليدولو بې انتها غټ مشينان دي کوم چې د داسې لارو ګودرو لټولو مهارت لري چې مفلسان او بې وزله نورو بې وزلو سره ټکر کښې راولي. د جبر او استعماريت دا غټ مشينان نړيوالې رسنۍ او د علم د تخليق ادارې خپل کنټرول کښې ساتي. دوي د عسکريت او د وهمونو د دنده کوونکو پۀ مرسته دا مغالطه ومني چې ګواکې دا ټوله منافع خوري د عام اولس د ژوند ژواک د بشپړتيا د پاره کوي. د نظام، انتظام او پاليسيو ټوله بيانيه دوي پۀ خپه ولقه کښې ساتي. هم لۀ دې کبله د عام اولس او بې وسيلې او وروستو پاتې کړے شوو قامونو ټولنه، سياست او اقتصاد پۀ خپله خوښه د خپل جوع بقر د پاره کاروي. هم دا علت دے چې پاکستان او نوره نړۍ کښې د فلاحي رياست تصور کوم کښې چې د اولس د پاره درملنه او سواد ويړيا وي، پۀ وروستو لاړو.

    د اقتصاد د استحکام او انکشاف پۀ پلمه د اولس ټولې اثاثې او د فطرت ټولې وسيلې شخصي منډۍ کښې خرڅوي او لګښتونه ټول پۀ خپله خوښه ټاکي. اولسونه او قامونه د محکوميت يو شمېر پړدو کښې رانغاړي او د زمکې د سيارې ژوند لنډوي.

    کۀ هم دا اوس د نړۍ طاقتونه او د پاکستان اشرافيه پرېکړه وکړي چې جوهري او اېټمي وسلې تلف کړي او د دې لګښت غوټه کړي نو د کورونا وباء پۀ ضد د مبارزې د پاره ټولې وسيلې او د دوه اربه انسانانو د را روانو څو پېړيو د خوراک بندوبست کولے شي.

    دا پرېکړه خو لا پرېږدئ چې عېن د وباء پۀ وخت کښې دغه طبقې او د دوي جوړ کړے شوي رياستونه د انسانانو د ژوند پۀ قيمت د لا نورې منافع د ګټلو لارې ګودرې لټوي.

    زما پۀ دې خبره کلک ايمان دے چې د انسان اجتماعی دانش به کورونا وباء ته نن دے کۀ سبا، ماتې ورکړي – خو انسانان به هغه ټولو کارونو او اعمالو ته د پاې ټکے ږدي چې د څۀ لۀ کبله دا ډول خونړۍ وباګانې خورېږي – او هغه دي:

    1. بې درېغه منافع خوري
    2. د عسکريت تجارتي کنټرول، او
    3. د وهمونو دنده

    خوشحال خان خټک

    د “غواص” د کال وباء

    د “غواص” د کال وبا
    اکوړ خېل مې پۀ کښې ومړل
    بخت ناک خان مې پۀ کښې ومړ
    يو هلک ئې ؤ را پاتې
    چا ته ژاړم لۀ دې غمه
    لور پۀ لور پۀ دا لمبو کښې
    تر دکنه تر کابله
    پۀ لکهونو عالم ومړ
    اول قحط بيا وباء وه
    “سرفراز” د “سعادت” ؤ
    هم حافظ د درست قران ؤ
    د ښکار سپے ئې ؤ ساتلے
    لاس ئې ور وړ بې خبره
    دے ئې وچيچۀ پۀ لاسو
    پۀ دا کال لۀ ما قضا کړ
    کال “حصغ” شو، وباء لاړه
    بارانونه دي، ورېږي
    نۀ تل غم وي نۀ ښادي وي
    پۀ هر حال شکر بايدۀ دے
    اوس څۀ غم د “عالمګير” دے
    د وباء غوندې زور ورک شوے
    يو “خوشحال” دا دعا نۀ کړه
    خداے ئې مۀ راوله بيا
    لوے، هلک، مرد و نسا
    مور ئې هم بوته قضا
    ورپسې شۀ زر فنا
    سود مې کوم دے د ژړا
    عالَم پروت پۀ واوېلا
    را خوره شوه دا بلا
    چې ښارونه شول صحرا
    پۀ هر لوري وه غوغا
    ښۀ نمسے مې ؤ زېبا
    هم پۀ خط ؤ بې همتا
    لېونے شو بې غوغا
    چې ګاڼۀ ئې خپل اشنا
    لا علاج شو لا دوا
    پۀ ارمان ارمان جدا
    هم عسرت کړه راته شا
    وداني شوه پۀ دنيا
    وار پۀ وار وي هغه دا
    چې بد تره نۀ شي لا
    چې عالَم ئې کړو رسوا
    بل يو ښۀ شوے را پېدا
    درست جهان کا دا دعا

    اجابت به ئې زر وشي
    کۀ د خداے وي پرې رضا

    غواص 1097هـ / 1686ء

    حصغ 1098هـ / 1687ء