Category: لياقت سيماب

  • د خان عبدالولي خان د شخصيت مختلف اړخونه – لياقت سيماب

    خان عبدالولي خان د يو ځانګړي شخصيت څښتن دے. کله چې مونږ هغه د يو سياسي لارښود پۀ حېث پۀ سياسي مېدان کښې ګورو نو پۀ دې مېدان کښې د هغۀ شخصيت د نورو نه بيخي جدا ښکاري. دې مېدان کښې کښې کۀ هغه ځان لارښود يا ليډر نۀ ګڼي هم، خو بيا هم هغه لارښود ليدلے کېږي او هغه ځکه چې لارښود هغه وي چې خلق ئې لارښود ومني. لارښود پۀ ارادي او غېر ارادي دواړو توګو باندې د خلقو لارښودنه کوي.

    کۀ چرې خان عبدالولي خان مونږ د ليکوالو پۀ مېدان کښې ودروو نو هلته هم هغه لکه د يو تجربه کار ليکوال پۀ حېث مونږ ته لکه د نمر ځلېږي، حالانکې هغۀ ځان ته کله هم ليکوال نۀ دے وئيلے. کۀ چرې خان عبدالولي خان د پارلېمان پۀ چوکۍ ناست وي يا هلته سپيکر ته مخاطب وي نو هغه پۀ دې فورم هم يو ځلېدونکے ستورے ځلېږي او کۀ چرې د سياستدانانو سره ئې پۀ مېز د سياسي مسئلو د خبرو دروان کښې وګورو نو دلته هم هغه د منطق او دليل پۀ طاقت داسې ګويا وينو چې مېز ته ناست ټول ملګري ورته داسې غوږ نيولي ناست وي لکه دے چې د يو پروفېسر د علم ملغلرې شيندي. کله چې خان عبدالولي خان يوې اولسي غونډې ته تقرير کوي نو دلته ئې بيا انداز بيخي جدا وي – يوه يوه خبره ئې د بې تعليمه، کم تعليمه او تعليم يافته حاضرينو ذهنونو ته داسې ور پرېوځي چې بيا کله هم د دوي د ذهنونو نه دغه خبرې نۀ وځي. سياسي اتحادونو کښې د خان عبدالولي خان کردار د پاکستان د سياسي تاريخ يو ځان له باب دے. لنډه دا چې خان عبدالولي خان يو خور وور شخصيت لري. د هغۀ د شخصيت او کردار هر اړخ څېړلو سره به د هغۀ تعليمات او لارښودنه زمونږ د نوي نسل د پاره پۀ هر قدم د لارې مشال وي.

    • خان عبدالولي خان د يو مشر پۀ حېث:

    مشري د هر چا د وس کار نۀ دے او نۀ هر هغه کس مشر جوړېدے شي څوک چې ځان پۀ خپله د مشرۍ د پاره پېش کړي او يا د دې خواهش ولري. او نۀ هر هغه څوک د مشرۍ جوګه وي د چا پلار نيکۀ چې مشران تېر شوي دي. مشري کول د الله د طرف نه يو ځانګړے صلاحيت دے چې خاص خاص خلقو ته د انعام يا تحفې پۀ شکل کښې الله پاک ورکړے وي.

    وائي چې ‘لال پۀ ايرو کښې نۀ پټېږي’، ليډر يا مشر پۀ خپله ښکاري. افلاطون ډېر پخوا د انسانانو درجه بندي کړې ده، دغه درجه بندۍ کښې د مشرۍ صلاحيت او خصوصيت لرونکي هم پۀ ګوته شوي دي. ټول خلق مشران نۀ شي جوړېدے. کۀ چرې چا پۀ زور يا پۀ خپله خوښه ځان مشر جوړ کړو، يا چا بل قوت څوک د مشرۍ پۀ چوکۍ کښېنولو نو عارضي توګه باندې خو به هغه مشر مشر ښکاري، ولې هغه د مشرۍ کاروان پۀ مخ کله هم نۀ شي بوتلے. هغه به دا کاروان يا خو پۀ خپله پۀ نيمه لار کښې پرېږدي او يا به ئې کاروان د خپلې مشرۍ نه يو طرف ته کړي. دغه قسمه تش پۀ نامه مشران تحريکونو ته زیان رسولے شي. خوشحال خان خټک خپل يو اوږد نظم کښې د “خان” پۀ شکل کښې د مشر د خصوصياتو يوه زړۀ پورې نقشه راکښلې ده چې د افلاطون د فکر تشريح او وضاحت ورته مونږ وئیلے شو. خوشحال بابا هغه سړے “خان” بولي چې د هغۀ ضمير ويښ وي، زړۀ ور وي، مېلمه دوست او د دسترخوان خاوند وي، توره او قلم دواړه ئې پۀ لاس کښې وي.

    کۀ مونږ پۀ دغه اصولو د خان عبدالولي خان کردار او شخصيت وڅېړو نو مونږ ته به خان عبدالولي خان يو رښتونے مشر او لارښود وښکاري. دې کښې شک نشته چې د هغۀ پۀ تربيت او زدکړه کښې د هغۀ د پلار “فخرِ افغان” خان عبدالغفار خان غټ لاس دے، مشري د هغۀ پۀ خټه کښې وه؛ د هغۀ رګونو کښې چې کومه وينه ګرځېده؛ هغۀ چې پۀ کوم چاپېرچل کښې سترګې غړولې وې او کوم چاپېرچل کښې چې ئې خړپوسې کړې وې، چرته چې ئې د زلميتوب وينه پۀ غورځنګ شوې وه او چرته چې ئې د الف بې وړومبے سبق زده کړے ؤ؛ هغه ماحول او چاپېرچل کښې “فخرِ افغان” د يو مشر پۀ حېث ولاړ ؤ.

    خو پۀ دې ماحول کښې نور خلق هم وو، هغوي ولې لکه د خان عبدالولي خان د مشرۍ خصوصيات نۀ لرل؟ دلته دا حقيقت جوت ښکاري چې د یو انسان زړۀ او ذهن د نورو نه جدا وي. خان عبدالولي خان بيخي د نورو نه جدا مونږ ته ښکاري. د هغۀ د خپلو دوو وروڼو نه هم مونږ ته د بېلو خصوصياتو څښتن ښکاري.

    کله چې د مولانا عبدالحميد خان بهاشاني پۀ سرمشرۍ کښې نېشنل عوامي پارټي پۀ نظرياتي بنيادونو دوو برخو کښې تقسيم شوه نو خان عبدالولي خان هم مونږ ته سره د نورو خدائي خدمتګارو او اعتدال-خوښو سياسي کارکنانو د مولانا بهاشاني پۀ بل قطار کښې ښکاري. د مولانا بهاشاني د قطار نه وتونکو سياسي مشرانو کښې ډېر لوي لوي مشران پۀ نظر راځي چې هغوي کښې پروفېسر مظفر احمد، میا محمود علي قصوري، د نېشنل عوامي پارټۍ جنرل سېکرتر عثماني صاحب، ارباب سکندر خان خليل او نور لوړ رتبه مشران شامل دي؛ ولې دوي ټولو پۀ شريکه دا فېصله وکړه چې د نېشنل عوامي پارټۍ مرکزي صدر به خان عبدالولي خان وي. خان عبدالولي خان ته چې د مشرانو د فېصلې ګنګوسې تر غوږه شوې نو د هغه وخت د مشرانو وېنا ده چې پۀ ولي خان خولې راغلې او سکوټ انکار ئې وکړو چې د پارټۍ ستر سېکرتر خو د محمود الحق عثماني صاحب غوندې سياستدان دے، میا محمود علي قصوري پۀ مغربي پاکستان کښې ځانګړے حېثيت لري، زۀ پۀ کښې د کومه راغلم؟ وائي چې ځان ئې يو طرف ته کړو، خو لال پۀ ايرو کښې نۀ پټېږي، خلقو را پېدا کړو. د پېښور پۀ ‘رائل هوټل’ کښې د ټول پاکستان نه راغلو د پاکستان د ټولو قومونو نمائندګانو د صدارت تاج د خان عبدالولي خان پۀ سر سينګار کړو.

    خان عبدالولي خان کۀ هر څومره نۀ غوښتل خو د نېشنل عوامي پارټۍ د مشرانو دا پوخ يقين ؤ چې د جمهوريت، انساني حقونو، اولسي انصاف او د محکومو قومونو د ازادۍ دغه کاروان بغېر د خان عبدالولي خان نه بل څوک پۀ مخ نۀ شي بوتلے. عبدالولي خان د کاروان مير شو، ذمه واري ئې پۀ سر واخسته، بسم الله ئې وکړه او هغه څۀ ئې حاصل کړل چې څۀ د نېشنل عوامي پارټۍ غوښتنه وه.

    • د خان عبدالولي خان سياسي بصيرت:

    څوک چې د کوم قسم تنظيم مشر وي، بايد چې هغه د هغې تنظيم د مقاصدو او د عمل د دائرې نه نۀ صرف خبر وي بلکې پۀ هغې پوهه هم وي. خان عبدالولي خان د يو سياسي ګوند مشري کوله او دا مشري هغۀ ته د ګوند کارکنانو ځکه پۀ سر کړې وه چې د مشرۍ کولو سره سره ئې سياسي پوهه او بصيرت هم لرلو.

    کله چې خان عبدالولي خان د نېشنل عوامي پارټۍ صدر جوړ کړے شو نو دې زمانه کښې پاکستان کښې د فيلډ مارشل محمد ايوب خان فوجي اٰمريت ؤ. د مغربي پاکستان اولس د “ون يونټ” پۀ شکل کښې محکوم کړے شوے ؤ. فطري او تاريخي وحدتونه او صوبې پۀ زور پۀ يوه صوبه کښې ضم کړې شوې وې. ټول پاکستان کښې جمهوري او انساني حقونه د خلقو نه تروړلے شوي وو. پۀ داسې حال کښې د مغربي باکستان د وړو صوبو د خلقو سترګې خان عبدالولي خان ته وې. دغه شان مشرقي پاکستان )موجوده بنګله دېش( هم د خان عبدالولي خان نه طمع لرله چې دوي ته به هغه حقونه وګټي کوم چې ترې فوجي اٰمريت تروړلي دي.

    ټول ملک کښې سياسي مبارزه روانه وه. دې مبارزه کښې خان عبدالولي خان د خپل سياسي بصيرت پۀ اساس لکه د نمر ځلېدو. ولي خان د ټول پاکستان د سياسي مشرانو سره مسلسل پۀ رابطه کښې ؤ، ځکه چې دا د هغۀ سياسي کړنلاره وه چې د خپلې نظريې مخکښې بوتلو د پاره د پاکستان نور سياسي قوتونه ځان سره يا خو ملګري کړي او يا لږ تر لږه دې ته ئې تيار کړي چې د نېشنل عوامي پارټۍ مخالفت و نۀ کړي.

    دې دوران کښې د پاکستان نورو سياسي ګوندونو د 1956 اساسي قانون (Constitution) پۀ ځاے کول غوښتل چې دغه شان “ون یونټ” پۀ ځاے پاتې شي. بل طرف ته د ذوالفقار علي بهټو پۀ مشرۍ کښې پاکستان پيپلز پارټۍ هم د 1962 د اساسي قانون لاندې صدارتي نظام او “ون يونټ” دواړه پۀ ځاے ساتل غوښتل – خو نېشنل عوامي پارټۍ بيخي دا دواړه نظريې رد کولې. ون یونټ ماتول ئې خپل وړومبے مقصد ګرځولے ؤ او د صدارتي نظام پۀ ځاے ئې پارلېماني نظام کښې د عام اولس او پۀ خصوصي توګه د پښتنو پۀ شمول د وړو صوبو د خلقو او قومونو ژوند ګڼلو.

    خان عبدالولي خان د خپل سياسي بصيرت او فکر پۀ اساس خپله نظريه د اولس او ټولو سياسي قوتونو مخکښې کېښوده، يو تحريک ئې وچلولو. د ون يونټ او 1956 د ائين د بحالۍ اوازونو سره سره ئې د ايوب خان د 1962 د ائين پۀ حق له اوازونه دې خپل اواز کښې داسې پټ کړل چې ايوب خان ئې دې ته مجبور کړو چې د سياسي قوتونو سره مذاکرات وکړي. ايوب خان د سياسي ګوندونو ګول مېز کانفرنس (Round Table Conference) را وغوښتو. خان عبدالولي خان ايوب خان دې ته مجبور کړو چې د عوامي ليګ بندي مشر شېخ مجيب الرحمان پۀ عارضي توګه کانفرنس کښې ګډون د پاره ازاد کړي.

    دې کانفرنس چې کومې فېصلې وکړې، هغه ټولې د خان عبدالولي خان د مشرۍ لاندې د نېشنل عوامي پارټۍ د منشور برخه وې. نن چې پاکستان کښې کوم وفاقي پارلېماني نظام دے، دا د هغه کانفرنس د فېصلو نتيجه ده. دې نه پس هم خان عبدالولي خان وخت پۀ وخت د خپل سياسي بصيرت مظاهره کړې ده.

    پاکستان او افغانستان کښې چې کوم حالات مخې ته راغلي دي، خان عبدالولي خان چې د هغه حالاتو پۀ رڼا کښې کومه سياسي رايې قائمه کړې ده، هغه نن هم خلق ستائي. دا د خان عبدالولي خان سياسي بصيرت ؤ چې کومه پېشګوئي ئې کړې ده، هغه وروستو صحيح ثابته شوې ده. خان عبدالولي خان چې کومه سياسي لاره خپله کړې ده، هغه نېغه او صحيح ثابته شوې. کۀ څوک پۀ هغه لاره نۀ دي تلي نو نقصان ئې موندے دے.

    خان عبدالولي خان د 1964 صدارتي انتخاباتو کښې د فاطمه جناح مرسته کړې وه. نن هغه خلق هم د ولي خان د فکر مرسته کوي چا چې د ايوب خان پره او مرسته کړې وه.

    د کال 1970 د عامو انتخاباتو پۀ نتيجه کښې چې کوم حالات منځ ته راوستے شوي وو، د هغې پۀ حق له د خان عبدالولي خان دريځ د زمکني حقيقتونو پۀ اساس لکه د نمر ځلېدو. کۀ چرې د ولي خان د دريځ پۀ رڼا کښې د منتخبې قومي اسمبلۍ غونډه رابللې شوې وه نو نۀ به د 1971 جنګ کېدو او نۀ به بنګالي اولس بغاوت کولو او نۀ به پاکستان دوه ټوټې کېدو.

    د 1971 د جنګ نه پس د پاکستان او بهارت تر منځه د شملې لوظنامه کښې هم د خان عبدالولي خان د سياسي بصيرت پۀ اساس د هغۀ کردار د تاريخ برخه ده. د دې لوظنامې پۀ نتيجه کښې د بهارت د قېد نه څۀ کم يو لاکهـ فوجيان راپرېښودلے شوي وو. ياده دې وي چې شمله کښې خبرو د پاره ذوالفقار علي بهټو سره غوث بخش بزنجو او ارباب سکندر خان خليل هم ملګري وو چې خان عبدالولي خان ورسره مسلسل رابطه کښې ؤ. مذاکرات ناکامۍ سره مخ وو خو د خان عبد الولي خان بهټو صاحب او اندرا ګاندهي ته ټيليفون کولو سره مذاکرات کامياب شول او قېدي فوجيان ملک ته واپس راستانۀ شول.

    د 1973 متفقه اساسي قانون چې د دې ملک خلقو ته يوه درنه تحفه ده، دې ائين جوړلو کښې چې خان عبدالولي خان کوم کردار ادا کړے دے، هغه د پاکستان د سياسي او پارلېماني تاريخ يو ځلنده باب دے.

    کله چې افغانستان کښې د سردار داود خان پۀ قيادت کښې د شاه ظاهر شاه بادشاهت نسکور کړے شو او ملک ‘رپبلک’ اعلان شو نو پۀ داسې وخت کښې صرف خان عبدالولي خان ؤ چې دا دريځ ئې وړاندې کړو چې افغانستان کښې جمهوري اصلاحات کول ضروري وو خو د ظاهر شاه بادشاهت د ملي يو والي د علامت پۀ توګه پۀ ځاے ساتل پکار وو؛ اوس به دې سره افغانستان کښې امن او ملي يو والے تالا ترغه شي. هم هغه شان وشوه، د افغانستان حالات د هغې ورځې راهسې معمول ته را نۀ غلل.

    افغانستان کښې شوروي فوځونه پراتۀ وو نو دا د خان عبدالولي خان سياسي بصيرت ؤ چې د پاکستان حکومت ته ئې بيا بيا دا مشوره ورکوله چې هلته د جنګ نه لاس پۀ سر شي، جنګيالو ته دې وسله ورکول بند شي، د افغان کډوالو پاکستان ته د راتګ ډاډګيرنه دې نۀ کېږي، دې سره به دا منطقه د يو اوږد جنګ او بې امنۍ سره مخ شي. پۀ دې لړ کښې د خان عبدالولي خان ټولې اندېښنې يو پۀ يو صحيح ثابتې شوې. نن پۀ لکهونو افغانان پاکستان کښې د بې ارزۍ ژوند تېرولو باندې مجبور دي. د هغه وخت د حالاتو سره سم د دغه کډوالو جنګي مقاصدو د پاره وحشيانه استعمال هم وشو. نن هم افغانستان او پاکستان دواړو هېوادونو کښې د يوې اوږدې مودې نه د بې امنۍ اور کښې اولس سوزېږي.

    خان عبدالولي خان بيا بيا د پاکستان او افغانستان حکومتونو ته مشوره ورکوله چې داسې حالات دې پېدا کړي چې شوروي )روسي( فوځونه د افغانستان نه پۀ امن ناکه طريقه وځي او کۀ دا حالات دغسې پاتې شول نو روسي فوځونه به پۀ ځاے پاتې وي.

    د خان عبدالولي خان موقف دومره دروند او مضبوط ؤ چې د محمد خان جونېجو حکومت ئې دې ته مجبوره کړو چې د افغانستان سره روغه جاړه وکړي. محمد خان جونېجو يو ټول ګونديز کانفرنس (All Parties Conference) را وغوښتو. دې کانفرنس کښې د خان عبدالولي خان دريځ دومره منطقي او پۀ دليلونو ولاړ ؤ چې کانفرنس پۀ يوه خولۀ محمد خان جونېجو ته دا مشوره ورکړه چې د افغانستان سره روغه جاړه راولي او د روسي فوځونو وتلو ته لاره هواره شي. اخر د خان عبدالولي خان سياسي بصيرت رنګ راوړو، جنېوا کښې د پاکستان افغانستان تر منځه یوه لوظنامه لاسليک کړې شوه او د هغې پۀ اساس روسي فوځونه د افغانستان نه د يو نظام الاوقات مطابق ووتل – هغه بله خبره ده چې فوجي اٰمر جنرل ضياء الحق ته دا فېصله منظوره نۀ وه؛ د محمد خان جونېجو حکومت ئې ړنګ کړو او حالات ئې زاړۀ پۀ زاړۀ پرېښودل.

    خان عبدالولي خان تل دا دريځ پۀ تکرار سره وړاندې کولو چې افغانستان کښې اصل جنګ د امريکې او روس دے؛ کۀ روس وځي نو امريکه به راځي او نن افغانستان کښې د روسي عسکرو ځاے امريکائي فوځونو نيولے دے. افغانان د دغه جنګ خشاک دي. کۀ چرې د پاکستان واکمنو د خان عبدالولي خان د سياسي بصيرت نه استفاده کړې وه نو نن به د پاکستان او د دې سيمې دا حال نۀ ؤ.

    • خان عبدالولي خان پۀ پارلېمان کښې:

    خان عبدالولي خان پۀ وړومبي ځل د کال 1970 د عمومي انتخاباتو پۀ نتيجه کښې د پاکستان د قومي اسمبلۍ او د پښتونخوا د اسمبلۍ غړے منتخب شوے ؤ. دې سره د هغۀ پارلېماني ژوند شروع شوے ؤ. د يو عبوري ائين تر مخه هغه د څۀ مودې د پاره د قومي او صوبائي دواړو اسمبليو غړے ؤ. دواړو اسمبليو کښې د هغۀ خبرې او تقريرونه د پارلېماني تاريخ خصوصي بابونه رقم کوي. ګڼې داسې واقعې دي چې هغه پارلېماني تاريخ کښې خان عبدالولي خان ته خصوصي اهميت ورکوي.

    يوه زړۀ پورې واقعه هغه وخت د پښتونخوا اسمبلۍ کښې پۀ 1972 کښې مخې ته راغلې وه چې يوه مذهبي مسئله د هغه وخت د وزير اعليٰ مولانا مفتي محمود او د جماعت اسلامي د غړي ډاکټر يعقوب تر منځه د بحث موضوع جوړه شوې وه. نورو ممبرانو پۀ کښې هم د برخې اخستلو کوشش شروع کړو. دې دوران کښې خان عبدالولي خان پاڅېدو او ډېر پۀ احترام ئې نورو ممبرانو ته عرض وکړو چې دا يوه مذهبي مسئله ده، دواړو غاړو ته عالمان بحث کښې اخته دي، دوي دواړه چې متفق شي نو مونږ به ورسره يو. ممبران پوهه شول – اول پۀ اوچت اواز ممبرانو پړق وهل او بيا پۀ هال کښې خاموشي خوره شوه.

    قومي اسمبلۍ کښې د خان عبدالولي خان تقريرونه هوائي او روايتي خبرو باندې نۀ وو بلکې ولي خان به پوره تيارۍ سره اسمبلۍ ته تللو او د اېجنډې پۀ هر اړخ به ئې د کار خبرې کولې. نۀ خو ئې بې ځایه تنقيد پۀ چا کولو او نۀ ئې پۀ چا ذاتي ټکونه د خپل تقرير برخه جوړوله. خان عبدالولي خان قومي اسمبلۍ کشې د مخالفو ګوندونو مشري هم کوله او تل ئې مثبت کردار لوبولے دے. د هغۀ تقريرونه د اسمبلۍ لائبرېرۍ کښې د رېکارډ پۀ توګه پراتۀ دي.

    د 1973 اساسي قانون جوړولو کښې د خان عبدالولي خان لاس د خصوصي اهميت وړ دے. نن چې پاکستان يو متفقه ائين لري، دا د خان عبدالولي خان پارلېمان کښې د ځانګړي کردار هنداره ده. د هغۀ تجويزونه او مشورې پۀ ائين کښې موجود دي. هغه وخت چې د هغۀ کوم تجويزونه ائين کښې نۀ وو ځاے شوي، هغهه اتلسم ائيني ترميم کښې شامل شوي، ځکه چې دغه ائيني ترميم هم زياتره د خان عبدالولي خان د تجويزونو پۀ رڼا کښې منځ ته راغلے دے.

    پارلېمان کښې د خان عبدالولي خان کردار ځان له څېړنه غواړي. داسې ډېر واقعات د قانون سازۍ دوران کښې منځ ته راغلي دي چې هغې کښې د خان عبدالولي خان پارلېماني کردار جوت ليدے شي.

    • خان عبدالولي خان او سياسي اتحادونه:

    پاکستان وجود کښې د راتلو سره د اٰمريت ښکار شوے دے. واکمنو پۀ هره مرحله او پۀ هر کچ د جمهوري قدرونو نه ډډه کړې ده. پکار خو دا وو چې د ازادۍ نه سمدستي پس ئې وړومبۍ توجه د ملک ائين يعني اساسي قانون جوړولو ته ورکړې وه، ولې دې لړ کښې د پاکستان واکمن ناکامه پاتې شول. ملک د اړي ګړي ښکار ؤ. يو حکومت هم مستحکم پاتې نۀ شو. افسر شاهي د حکومت واګې خپلو لاسو کښې اخستې وې، ځکه چې مسلم ليګي مشران د دې جوګه نۀ وو چې دا نوے مملکت وچلولے شي. پۀ 1958 کښې اختيار د سول افسر شاهۍ نه فوجي جرنېلانو واخستلو. شل ګوډ جمهوريت هم د منځه لاړو.

    بې د دې بله لاره نۀ وه چې جمهوري سياسي ګوندونه را پاڅي او د فوجي اٰمريت خلاف يوه سياسي مبارزه وکړي. يو ګوند هم پۀ يواځې سر دغه مبارزه نۀ شوه کولې. ضرورت د دې خبرې ؤ چې د همخيال سياسي ګوندونو يو اتحاد جوړ شي چې د اولس د څټ نه د اٰمريت جغ کوز کړي. دې لړ کښې د متحده جمهوري مجلس عمل پۀ نامه يو اتحاد جوړ شو. خان عبدالولي خان دې اتحاد کښې جوت کردار ولوبولو. د ټولو سياسي مشرانو سترګې هم خان عبدالولي خان ته وې. دې اتحاد يوه اوږده مبارزه وکړه او نتيجه کښې ئې ايوب خان مجبور شو چې استعفٰي ورکړي او ملک کښې انتخاباتو ته لاره هواره شوه.

    دې نه پس يو ځل بيا ذوالفقار علي بهټو پارلېماني نظام پۀ خپله مرضۍ چلول شروع کړل. خان عبدالولي خان پارلېمان کښې دننه او د پارلېمان نه بهر هم د نورو سياسي ګوندونو سره پۀ ګډه ذو الفقار علي بهټو پۀ جمهوري لاره راوستو د پاره را مخکښې شو.

    ذوالفقار علي بهټو پۀ نېشنل عوامي پارټۍ پابندي ولګوله او خان عبدالولي خان ئې سره د نورو ملګرو حېدراباد جېل کښې بندي کړو. مقدمه چلول ئې پرې شروع کړل خو د جېل نه هم هغۀ د ګوند قيادت کولو. هم د هغۀ پۀ مشوره د “قومي اتحاد” پۀ نامه يو سياسي اتحاد جوړ شو. ډېرو خلقو دا اتحاد غېر عوامي ګنلو، ولې خان عبدالولي خان او د هغۀ د جېل او جېل نه بهر ملګرو سره بله لاره نۀ وه – دا اتحاد هم بريالے شو، ولې د يو سازش لاندې د جنرل ضياء الحق پۀ مشرۍ کښې د ملک پۀ مرۍ يو ځل بيا د مارشل لاء خپسه کښېناسته. اوس دغه خپسه پاڅول وو.

    يو بل اتحاد د “تحريک برائے بحالئِ جمهوريت” (Movement for the Restoration of Democracy [MRD]) پۀ نامه جوړ شو. خان عبدالولي خان دې اتحاد کښې هم جوته برخه واخسته. کۀ چرې د دې اتحاد نه خان عبدالولي خان بهر پاتې شوے وے نو دې اتحاد به خپل مقصد بائيللے ؤ.

    خان عبدالولي خان چې کومو اتحادونو کښې کردار ادا کړے دے، د هغې بنيادي مقصد د جمهوريت بحالي وه – ولې ورسره ورسره ئې اتحاد کښې شامل ګوندونه د صوبائي خود مختارۍ او ازادې خارجه پاليسۍ د خپلولو د اهميت نه هم خبرول. کۀ چرې مونږ د حالاتو جاج واخلو نو مونږ ته به دا حقيقت ښکاره شي چې اصل کښې د دغه ذکر شوو سياسي اتحادونو جوړولو کوششونه هم د خان عبدالولي خان وو – خو سياسي اتحادونه د يو ګوند پۀ منشور مبني نۀ وي، دا اتحادونه پۀ ورکړه راکړه جوړېږي. خان عبدالولي خان ټولو اتحادونو کښې د پښتنو او نورو محکومو قامونو مفادات همېشه پۀ نظر کښې ساتلي دي. د ون يونټ ماتولو پۀ لړ کښې ماحول جوړول د خان عبدالولي خان لويه او تاريخي کاميابي ده.

    • خان عبدالولي خان او جمهوري رويه:

    خان عبدالولي خان د پارلېماني جمهوريت زبردست مرستيال ؤ. دا ځکه چې د پارلېماني جمهوريت نه پرته بل بهتر جمهوريت نشته.

    د خان عبدالولي خان پۀ جمهوريت دومره پوخ يقين ؤ چې هغۀ کله د قومي اسمبلۍ انتخابات بائيلل نو د پارلېماني سياست نه ئې ځان يوې خوا ته کړو او بيا ئې کله هم انتخاباتو کښې برخه وا نۀ خسته – بلکې د پارټۍ د صدارت نه ئې هم ځان يوې خوا ته کړو. هغۀ ټول عمر د جمهوريت د ودې د پاره مبارزه کړې ده، خپل ټول صلاحيتونه ئې د جمهوريت د پاره پۀ کار راوستي دي.

    کله چې ميا محمد نواز شريف 1997 کښې انتخابات وګټل نو ولي باغ ته د عوامي نېشنل پارټۍ سره پښتونخوا کښې شريک حکومت جوړولو د پاره لاړو. د حکومت جوړولو د پاره مذاکراتو کښې خو خان عبدالولي خان زيات سرګرم نۀ ښکارېدو، ولې د يو ناظر (Observer) پۀ حېث د خبرو دوران کښې ناست ؤ. خبرو اترو کښې زيات فعال محترم اجمل خټک، بېګم نسيم ولي خان او فريد طوفان وو، ځکه چې دوي د پارټۍ باقاعده عهدېدار وو. دا وه د خان عبدالولي خان جمهوريت خوښي او اصول پسندي.

    کله چې مذاکرات سر ته ورسېدل نو ميا محمد نواز شريف ته خان عبدالولي خان مشوره ورکړه چې سندهـ صوبه کښې پاکستان پيپلز پارټي صوبائي اسمبلۍ کښې اکثريت لري، پيپلز پارټۍ ته موقع ورکړه چې حکومت جوړ کړي؛ خو ميا نواز شريف دې مشورې منلو نه معذرت وکړو. دا وه د خان عبدالولي خان جمهوريت خوښي او د نواز شريف ضد او کينه – حالانکې د ذوالفقار علي بهټو د واکمنۍ پۀ ورځو کښې چې څومره زياتے خان عبدالولي خان، د هغۀ خاندان او د هغۀ د ګوند کارکنانو او ليډرانو سره شوے ؤ، هغه د پاکستان د سياسي تاريخ يو تور باب او پۀ پيپلز پارټۍ يو پوخ داغ دے. خان عبدالولي خان د جمهوريت پۀ خاطر دا هر څۀ هېر خو نۀ کړل، ولې معاف ئې کړل. د دغه جذباتو څرګندونه هغۀ محترمې بېنظير بهټو ته پۀ مخامخ هم کړې وه.

    خان عبدالولي خان پۀ جمهوريت دومره مئين ؤ چې جنرل ضياء الحق ورته د وزير اعظم جوړېدو پېشکش وکړو نو هغۀ دې الفاظو سره دغه پېشکش رد کړو چې “دا حق د خلقو دے چې ځان له وزير اعظم خوښ کړي.”

    د خان عبدالولي خان ژوند دومره هر اړخيز دے چې ډېر څۀ پرې ليکلے کېدے شي خو پوره پوره څېړنه غواړي.

    زۀ دلته دا وضاحت کول غواړم چې خان عبدالولي خان د پښتونخوا، د دې منطقې يا د دنيا يواځينے شخصيت نۀ دے چې ذکر شوي خصوصيات لري، خو د خپل وخت د دۀ برابر سياسي مشرانو کښې ډېر کم د دۀ د سياسي قد سيالي کولې شي. ځنګل د زمرو نه خالي نۀ وي، نور هم ډېر سياسي مشران او کشران د خان عبدالولي خان غوندې خصوصيات لرلے شي خو خان عبدالولي خان د یو لوړ سياسي مشر پۀ حېث ښکاره ولاړ ؤ.

     

  • کرتارپور راهداري او د تورخم او چمن پاټکونه – لیاقت سیماب

     

    پۀ دولسم نومبر کال 2019ز د پاکستان وزيراعظم (!) عمران خان د کرتار پور راهدارۍ باقاعده پرانسته وکړه. پۀ دغه لار به د هند سکهان کرتارپور کښې د سکهـ مذهب د باني ګرو نانک د قبر زيارت کولو ته راتللے شي. کرتارپور د پاکستان او بهارت د پولې نه 4.7 کلوميټر فاصله باندې د پاکستاني پنجاب د نارو وال ضلعې شکر ګړهـ کښې اباد يو ښارګوټے دے.

    دا ځاے د سکهـ مذهب باني ګرو نانک پۀ 1504ز کښې اباد کړے دے، ولې د کرتار پور پۀ نوم يو بله عبادت خانه د سکهانو پينځم ګرو ‘ارجان دېوجي’ د هندي پنجاب جالندهر کښې هم جوړه کړې ده خو سکهان د پاکستاني پنجاب کرتارپور ته زيات اهميت پۀ دې اساس ورکوي چې دا ځاے د سکهـ مذهب باني بابا ګرو نانک پۀ خپله جوړ کړے دے. دے هم دلته اوسېدو او هم دلته د دۀ اخري ارام ګاه ده خو کله چې د هند سيمه د بهارت او پاکستان پۀ نومونو دوه جدا مملکتونو کښې ويشلې شوه نو د بابا ګرو نانک دربار پۀ کال 1947ز کښې بند شو. دلته د سکهانو راتګ ودرېدو. د سکهانو دا مسلسل کوشش ؤ چې دوي د پاره دې کرتارپور ته د تللو لاره هواره کړې شي . سکهان به پاکستان ته د خپلو زيارتونو کولو د پاره د پاسپورټ او ويزې پۀ ذريعه راتلل. څرګنده ده چې د پاسپورټ او ويزې طريقه اسانه نۀ ده. د بهارتي سکهانو همېشه خپل حکومت نه دا مطالبه وه چې پۀ څۀ طريقه دې کرتار پور بهارت کښې شامل کړے شي خو دا څۀ اسان کار نۀ ؤ.

    د کال 1965ز د پاکستان او بهارت تر منځه د جنګ نه مخکښې پۀ راوي سيند يو پُل ؤ. سکهانو به دا پُل د زيارتونو کولو د پاره استعمالولو ولې پۀ جنګ کښې به دا پُل وران شو. پۀ دغه وجه سکهانو د پاره دا لاره بنده شوه.

    کال 1974ز کښې د پاکستان او بهارت تر منځه يوه لوظنامه لاس ليک شوه. د دې لوظنامې تر مخه د دواړو هېوادونو د خلقو د پاره د مذهبي ځايونو د زيارت کولو طريقه جوړه شوه. د دې طريقې مطابق سکهان پاکستان ته د زيارتونو کولو د پاره را روان شول. کال 1999ز کښې د بهارت وزيراعظم اټل بهاري واجپائي د پاکستان د وزيراعظم ميا محمد نوازشريف ته دا تجويز وړاندې کړو چې د مشرقي پنجاب د سکهانو د پاره دې د کرتارپور زيارت کولو لاره خلاصه کړژ شي. دواړه هېوادونه پۀ دې متفق شول چې داسې يوه لاره دې جوړه شي چې بهارتي سکهان پۀ اسانه د کرتارپور زيارت کولے شي. اخر دې لړکښې د يوې داسې راهدارۍ جوړولو فېصله وشوه چې سکهان د څۀ وخت د پاره د زیارت پۀ غرض کرتارپور ته پۀ اسانه راتللے شي. دې لړکښې پۀ شپږ ویشتم نومبر 2018ز بهارت د راهدارۍ جوړولو بنياد کېښودو او پۀ اتۀ ویشتم نومبر 2018ز پاکستان پاکستان کښې د دغه راهدارۍ بنياد کېښودے شو او اخر پۀ دولسم نومبر 2019ز چې د بابا ګرو نانک د زيږون 550مه ورځ وه، پۀ باقاعده توګه د دې راهدارۍ پرانسته وشوه.

    پاکستان کښې پۀ دې حقله د عامو خلقو ګډه وډه رايې مخې ته راغله، ولې پوهه رايې پۀ دې اساس مخې ته دا راغلله چې مذهبي ازادي د هر چا بنيادي حق دے نو ځکه د دواړو هېوادونو د حکومتونو دا ذمه واري ده چې عامو خلقو ته د مذهبي رسمونو د ادا کولو پۀ لاره کښې ټول خنډان لرې کړي. مملکتونه او د دوي سياست دې د بنيادي انساني حقونو پۀ لاره کښې هېڅ خنډ نۀ وي.

    پاکستاني واکدارانو ته دغه راهدارۍ جوړولو کښې ځينې سياسي او اقتصادي فائدې هم پۀ نظر راځي. دوي دا خيال لري چې دې سره به د هند سکهانو کښې د پاکستان سره مينه پېدا شي. بله دا چې د هند د هندي کشمير سره لاره د سکهانو پۀ زمکه ده او دا لاره صرف د مشرقي پنجاب ګورداسپور ضلع کښې ده نو کۀ سکهان د پاکستان مدد وکړي نو کشمير د پاکستان پۀ زمکه کښې راتللے شي. شايد چې د دوي دماغو کښې دا خيال نۀ وي چې د سکهانو پۀ زمکه اصل طاقت د بهارت رياستي طاقت دے، کشمير هم د بهارت د رياستي طاقت پۀ قبضه کښې دے.

    د دې خيال اپوټه د پاکستان د ځينې خلقو دا رايې ده چې د هند د وېش پۀ وخت چې مسلمانانو سره چا ډېر زياتے کړے دے نو هغه سکهانو کړے دے. د ډېرو پنجابي مسلمانانو وینې سکهانو توې کړې دي او د هغوي عزتونه ئې تالا ترغه کړي دي.

    د ډېرو خلقو دا خيال هم دے چې کله رنجيت سنګهـ پنجاب او پښتونخوا ونيول نو د دې سيمو پۀ مسلمانانو چې کوم ظلمونه د رنجيب سنګهـ حکومت کړي دي، هغه د تاريخ پۀ پاڼو کښې محفوظ دي.

    پاکستان او خصوصاً پنجاب او پښتونخوا کښې دا پوښتنې موجودې دي. ياده دې وي چې د سکهانو سره د دوستۍ او تعلقات وړومبے کوشش د پاکستان فوجي اٰمر جنرل ضياء الحق کړے ؤ او د هغې يوه وجه دا ده چې د جنرل ضياء الحق تعلق د مشرقي پنجاب د جالندهر ښار سره ؤ. دغه شان د ميا محمد نواز شريف پلار نيکۀ هم د امرتسر وو. نيکۀ ئې جاتي امراء نومې ځاے کښې ښخ دے او خپل دغه ابائي علاقې سره ئې دومره مينه ده چې لاهور کښې ئې خپلې ودانۍ ته هم جاتي امراء نوم ايښودے دے.

    د پاکستان د موجوده وزيراعظم مور بي بي هم د مشرقي پنجاب د جالندهر سره تعلق لرلو. دلته دا خبره کول هم د ذکر وړ ده چې د پاکستان موجوده حکومت د پېښور بالاحصار کښې د رنجيت سنګهـ پۀ ګوتو جوړشوے تصوير لګولے دے او دغسې د رنجيت سنګهـ يوه مجسمه ئې د لاهور شاهي قلعه کښې هم لګولې ده. داسې بريښي چې پاکستاني واکدارانو رنجيت سنګهـ د خپل ملي اتل جوړولو کوشش شروع کړے دے. د ګاوندي هېوادونو سره تګ راتګ اسانول څۀ بده خبره نۀ ده. دې سره ګاونډي هېوادونو ته سياسي او اقتصادي فائدې رسي. د يورپ مثال زمونږ مخې ته دے چرته چې يورپي ملکونو خپله کرنسي هم يوه کړې ده. د هر يورپي هېواد استوګن ټولو يورپي هېوادونو ته پۀ اسانه سفر کولے شي. تجارت کښې ازادي او بې حسابه سهولتونو سره عامو خلقو ته د ژوند اسانتياګانې حاصلې دي خو د بده مرغه پاکستان کښې پۀ دې حقله دوه جدا جدا معيارونه دي.

    دې کښې هېڅ شک نشته چې مشرقي او مغربي پنجاب د 1947ز نه مخکښې د يو انتظامي او سياسي نظام د لاندې وو. د دې سيمې اکثر استوګن خپلوکښې کۀ د مذهب او عقيدې فرق لري خو د وينې او نسل رشته ئې يوه ده. دغسې د جغرافیې اثر هم پۀ دواړو یو شان دے. کۀ دوي يو بل سره تعق لري نو چا ته پرې اعتراض نشته. اعتراض پۀ دې دے چې د پاکستان شمال مغرب ته افغانستان دے. د افغانستان او پښتونخوا د خلقو نۀ صرف نسل او وينه يوه ده بلکې ژبه، کلتور او مذهبي عقیدې هم يو دي نو بيا ولې دوي ته هغه سهولتونه او اسانتياګانې نۀ ورکوي کومې چې د پنجاب د دواړو غاړو خلقو ته د دو قومي نظریې او بیانیې باوجود د مذهب پۀ نوم ورکړے کېږي.

    د پاکستان او افغانستان تر منځه د پېرنګي د راکښلې شوې کرښې دواړو غاړو ته د يو قوم، د يوې ژبې ويونکي، يو کلتور لرونکي او د يوې عقيدې خلق اباد دي. د دوي تر منځه نۀ صرف اقتصادي او تجارتي رشتې دي بلکې معاشرتي رشتې او خپلوالۍ هم لري – ولې دوي يو بل سره پۀ اسانه تعلق نۀ شي ساتلے؟ د دوي پۀ لاره کښې څوک خنډان دي؟

    پۀ دغه کرښه ډېر داسې ځايونه دي چې رودیاتي لارې ګڼلې کېږي . ځينې لارې فعال دي خو بيا هم پۀ دغه لارو عامو خلقو ته د تګ راتګ پۀ لړ کښې مشکلات موجود دي. د تورخم پۀ مقام د پاکستان او افغانستان تر منځه يو پاټک جوړ دے. دغه پاټک کله بند او کله خلاص وي حالانکې دا يوه بېن المللي قانوني لاره ده. د پاکستان وزيراعظم دغه لاره څلېریشت ګېنټې د فعاله ګرځولو نۀ صرف اعلان کړے دے بلکې د دې پرانسته ئې هم کړې ده خو د بده مرغه اوس هم خلق مشکلات سره مخ دي. دغه شان د چمن پۀ مقام هم پاټکونه دي.

    کۀ چرې دغه لاره کښې خنډان لرې کړے شي او د دواړو غاړو خلقو ته تګ راتګ کښې سهولتونه ورکړے شي نو دې سره به د دواړو هېوادونو عاموخلقو ته فائده وي. تجارت به زيات شي .د دواړو غاړو خلق به د يو بل د وسائلو استعمالولو جوګه شي. کۀ چرې د تحفظ او سيکېورټۍ څۀ مسئله وي نو دا مسئله هوارېدې شي. د دوه هېوادونو تر منځه تګ راتګ کښې سيکېورټي مسئلې ضرور وي خو دې د پاره هم يو طريقه کار جوړېدے شي. ايران او چين سره هم د تګ راتګ اسانولو سره پاکستان ډېرې فائدې اوچتولې شي.

    تګ راتګ سره د خلقو تر منځه يو بل سره مينه او پۀ يو بل باور او اعتماد وده مومي. د دې اثرات د مملکتونو تر منځه پۀ تعلقاتو او اړيکو پرېوځي. دغه وجه ده چې پۀ عالمي کچ عقل مند او ځيرک حکمرانان د خپلو ګاونديانو سره د دوستانه اړيکو جوړولو او دې ته وده ورکولو ته ترجيح ورکوي.

    د واهګې پۀ پوله هر ماښام ګډا وي
    د تورخم پۀ پوله شپه او ورځ ويرونه
    راجهستان سره د سندهـ ده راشه درشه
    باجوړ او کونړ واخستل اورونه
    ممتاز اورکزے

     

  • د ډاکټر نجیب الله دملي روغې جوړې سیاست – لیاقت سیماب

     

     

     

    کله چې د ستمبر اتۀ ویشتمه نېټه راشي نو د شهید ډاکټر نجیب الله یاد را تازه شي. ډاکټر نجیب الله صرف د افغانستان د جمهور رئیس نۀ ؤ، بلکې یو قام پروره اولس دوسته افغان مشر هم ؤ. دۀ پۀ ډېره ځوانۍ کښې د سیاسي شعور او پوهې کالي اغوستي وو. دے پۀ شپږم اګست کال 1947 کښې کابل کښې د غلجیو احمد زي قبیله کښې زېږېدلے ؤ. ابتدائي زدکړې ئې د کابل مشهورې تعلیمي ادارې ‘حبیبیه’ لېسې څخه کړې وې. اخري سند ئې پۀ طب کښې د کابل د طب پوهنتون نه پۀ کال 1975 کښې تر لاسه کړے ؤ. د شروع نه ئې د افغانستان یو مترقي ګوند ‘خلق ډېموکرېټک ګوند’ سره ځان تړلے ؤ. د بېلابېلو ذمه واریو تر سره کولو نه پس اخر پۀ څلورمه مۍ کال 1986 کښې د خلق ډېموکرېټک ګوند لوے سېکتر وټاکلے شو. دغه شان دے د افغانستان د یو طاقتور شخصیت پۀ حېث رامخې ته شو. هم دغه وخت ؤ چې دۀ ګوند د افغانستان د یو ملي ګوند پۀ چوکاټ کښې د راوستو کوششونه شروع کړل. د دۀ دا هڅې د دۀ تر مرګه پورې روانې وې.

    پۀ دېرشم ستمبر کال 1987 ډاکټر نجیب الله د افغانستان جمهور رئیس وټاکلے شو.

    د جمهوري ریاست )صدارت( د چوکۍ تر لاسه کولو نه یو کال مخکښې ستمبر کال 1986 کښې دۀ د ملي روغې جوړې کمیسون جوړ کړے ؤ. د دې ادارې مقصد دا ؤ چې افغانستان کښې ټول سیاسي او ملي غورځنګونه یو ټغر باندې راغونډ کړي او افغانستان کښې چې کومه خونړۍ کورنۍ جګړه روانه ده، دا ودروي او ټول اولس د ملي سیاست برخه جوړه کړي – ولې داسې قوتونه پۀ نړۍ کښې موجود وو چې هغوي سترګې پټې کړې وې او هېڅ روغې جوړې ته تیار نۀ ؤ. د افغانستان ډېرو مشرانو ځان ځان له وسله واله مبارزه شروع کړې ده. د هر مشر او د هغۀ د ډلې مرام دا ؤ چې د کابل د حکومت تخت ونیسي او ځان ټول واکه بادشاه جوړ کړي. د دغه مشرانو مرکزونه پېښور او ایران کښې وو. د دوي پۀ شا د امریکې پۀ قیادت کښې مغربي هېوادونه، عرب بادشاهان، د ایران مذهبي انتها خوښے حکومت او د پاکستان فوجي اٰمریت ولاړ ؤ. د دغه قوتونو پۀ ډاډ افغان مشران ړاندۀ کاڼۀ وو. هېڅ د امن او روغې جوړې خبره ئې نۀ اورېده. د هر یو دا کوشش ؤ او د خپل بادار نه ئې دا طمع وه چې د کابل ارګ )د اقتدار ماڼۍ( به دۀ ته وسپارلې شي. د ډاکټر نجیب الله د ملي روغې جوړې کمیسون کم او زیات څلوېښت زره باغیانو سره رابطه وکړه – حتٰي چې د کال 1987 اخري شپږو میاشتو کښې ئې د باغیانو خلاف د ډز بندۍ اعلان هم یقیني کړو، خو بیا هم هغه نتیجې ئې راووتې د څۀ چې طمع کېده.

    د ملي روغې جوړې د سیاست پۀ رڼا کښې ډاکټر نجیب الله پۀ نهه ویشتم نومبر 1987 کښې ملک ته یو نوے اساسي قانون )ائین( ورکړو. د دغه ائین پۀ نتیجه کښې د دولت ائیني نوم “جمهوریه افغانستان” شو – یعني کوم الزام چې د ځینې مذهبي مشرانو لۀ خوا لګېدو چې د ډېموکرېټک رپبلک اٰف افغانستان نه مطلب سوشلسټ افغانستان دے، هغه تاثر ئې ختم کړو. د حکومت واک ئې ووېشلو. د دې پۀ رڼا کښې د جمهور رئیس )صدر( اختیارات کم شول. د هغۀ نه د وېټو اختیار واخستے شو.

    کال 1988 کښې ئې عام پارلېماني انتخابات وکړل. د یو ګوند د حکومت نظریه ئې ختمه کړه – حتٰي چې د خپل ګوند منشور نه ئې د مارکسزم نظریه هم وویسته. افغانستان ئې پۀ بشپړه توګه یو اسلامي ملي افغان مملکت اعلان کړو.

    افغانستان کښې چې د شوروي اتحاد )پخواني سویت یونین( کوم فوج موجود ؤ، د هغې د ویستلو د پاره ئې وس چار شروع کړو.

    پۀ څوارلسم اپرېل کال 1988 کښې ئې پاکستان سره د جنېوا لوظنامه لاسلیک کړه. د هغې پۀ رڼا کښې روسي عسکرې د یو نظام الاوقات مطابق د فرورۍ تر پینځلسمې نېټې کال 1989 پورې افغانستان نه ووتلې.

    پکار خو دا وه چې افغان جنګسالارانو افغانستان کښې جنګ بند کړے وے. پاکستان د دې مرسته کړې وه او ټولو سیاسي قوتونو افغانستان کښې د سیاسي مبارزې پۀ لاره انتخاباتو کښې برخه اخستې وے او پۀ جمهوري طریقه ئې افغانستان کښې د خلقو پۀ مرسته واک د خپلو منتخب حکومت ته سپارلے وے.

    ولې د دې اپوټه جنګیالو چې ځانونو ته ئې ‘مجاهدین’ وئیل، خپلو جنګونو او افغان-وژنې ته نور زور ورکړو. د افغانستان ملي شتمنۍ ئې تباره کړې. هر څۀ ئې تالا ترغه کول شروع کړل. پۀ نتیجه کښې ډاکټر نجیب الله شهید د صدارت د څوکۍ پرېښودلو فېصله وکړه او ملګري ملتونو ته ئې خواست وکړو چې چونکې افغانستان کښې یوه جنګیالۍ ډله هم پۀ یواځې حکومت نۀ شي کولے نو پۀ دغه وجه دې ټول ګوندنونه یو مشر یا شوريٰ وټاکي چې د افغانستان حکومت تر لاسه کړي. د دغې خواهش مطابق د پېښور ګورنر هاوس کښې د پاکستان د وزیر اعظم میا محمد نواز شریف پۀ موجودګۍ کښې ټول سیاسي مشران راغوښتے شول چې د یو جمهور رئیس انتخاب وکړي چې پۀ عارضي توګه د افغانستان حکومت تر لاسه کړي. دې غونډه کښې انجینئیر ګلبدین حکمتیار ګډون ونۀ کړو. هغۀ خپل جنګي قوت افغانستان سره نزدې ځاے پۀ ځاے کړو چې د کابل حکومت ونیسي. بل طرف ته د پېښور ګورنر هاوس کښې یوه شپه او دوه ورځې غونډه روانه وه. حکمتیار خپل مقصد کښې کامیاب نۀ شو. د هغۀ نه مخکښې د شمال نه د احمد شاه مسعود جنګیالي کابل کښې داخل شول. پېښور کښې پۀ عارضي توګه پروفېسر صبغت الله مجددي د افغانستان عبوري جمهور رئیس جوړ شو او کابل ته ورسولے شو. “پاکستان کښې جوړ شوي حکومت” کار شروع کړو، ولې هېڅ کار ئې ونۀ کړے شو. افغانستان کښې اړے ګړے زیات شو. هر ولایت کښې مقامي جنګسالارانو واک تر لاسه کړو. څو کاله دغه بې ارامي روانه وه. ډاکټر نجیب الله د ملګرو ملتونو (UNO) دفتر کښې پناه اخستې وه.

    اخر د طالبانو پۀ نامه د جنګیالانو یوې بلې ډلې کابل ونیولو. دغه جنګیالانو پۀ اتۀ ویشتم ستمبر کال 1996 کښې ډاکټر نجیب الله ډېر پۀ بې دردۍ سره شهید کړو.

    ډاکټر نجیب الله د خپل سر قرباني ورکړه، ولې بیا هم افغانستان لا تر اوسه ملي روغې جوړې ته اړتیا لري. د طالبانو غورځنګ هم افغانستان ونۀ ساتلے شو او پۀ نتیجه کښې د ځینې قوتونو پۀ خواهش او مرسته افغانستان باندې امریکې حمله وکړه. امریکا ئې د “نېټو” فوجونو سره افغانستان کښې داخل شوے او لا تر اوسه افغانستان کښې پراتۀ دي. د ډاکټر نجیب الله ارمان لا نۀ دے پوره – افغان اولس لا پۀ کړمو کښې ګېر دے.

    جنګیالو خپل جنګ روان ساتلے دے. افغان اولس ته نۀ ده معلومه چې د دوي دوست څوک دے او دښمن ئې څوک دے – البته ملت ته دا احساس ضرور دے چې کۀ چرې د ډاکټر نجیب الله د ملي روغې جوړې د سیاست سره مرسته شوې وه نو نن به د افغانستان دا حال نۀ ؤ.

     

  • پۀ خبر زما نظر – لیاقت سیماب

    .

    د افغانستان د اولسمشر ډاکټر اشرف غني پاکستان ته سفر

    د افغانستان اولسمشر ډاکټر اشرف غني پۀ اووۀ ويشتم جون پاکستان ته راغلو؛ پاکستاني واکمنو سره ئې رسمي خبرې اترې وکړې، شپه ئې پاکستان کښې وکړه، لاهور ښار ئې هم وکتلو او پۀ اتۀ ویشتم جون کابل ته ستون شو.

    د ډاکټر اشرف غنې دغه سفر پۀ دې اساس د اهميت وړ دے چې دے د پاکستان نه سخت مرور ؤ. څو ځله پاکستان وغوښتل چې نوموړے د پاکستان دوره وکړي، ولې دے مسلسل مرور ؤ. اخر درې نيم کاله پس واوره ويلې شوه او ډاکټر اشرف غني سره د يو لوړ رتبه ټولګي پاکستان ته راغلو. اسلام اباد کښې ئې پاکستاني واکمنو سره رسمي خبرې وکړې. دې خبرو کښې د پاکستان اٰرمي چیف جنرل قمر جاوېد باجوه هم شريک ؤ. د افغانستان رئيس جمهور د پاکستان وزيراعظم سره يو پۀ يو هم ليدۀ کاتۀ وکړل.

    پۀ څرګنده چې کوم شريک بيانونه ورکړے شول، هغې کښې خو زيات زور دوه اړخيزه تجارت ته ورکړے شوے ؤ؛ ولې دا يوه پوښتنه پېدا کېږي چې خبرو اترو کښې د دواړو هېوادونو د استخباراتي اېجنسیو د مشرانو او عسکري مشرانو د ګډون څۀ ضرورت ؤ؟ د دې پوښتنې جواب هر چا سره شته او هغه دا چې د خبرو اصل موضوع د دواړو هېوادونو د سلامتۍ (Security) معاملې دي. افغانستان کښې د امارت اسلامي پۀ نامه چې اولسي کچ د طالبانو د غورځنګ پۀ نامه يادېږي، وسله واله مبارزه د افغان حکومت پۀ خلاف روانه ده. افغانستان کښې باقاعده انتخابات هم کېږي، د هغې پۀ نتيجه کښې حکومت هم جوړېږي. ټوله دنيا دغه حکومت پۀ رسميت پېژني. پاکستان هم دغه حکومت ائيني قانوني مني، ولې افغانستان د شروع نه دا شکايت لري چې افغانستان کښې چې څوک وسله وال جنګ کوي، د دوي اصل مرکزونه پاکستان کښې دي. دا شکايت صرف د افغانستان موجوده حکومت ته نۀ دے بلکې د افغانستان مخکښې حکومتونو ته هم دا شکايت ؤ. د افغانستان کوم حکومت چې پېښور کښې د پروفېسر برهان الدين رباني او پروفېسر صبغت الله مجددي پۀ مشرۍ کښې جوړ شوے ؤ، هغې حکومت هم د پاکستان نه دغه شان شکايتونه د پېرنګي نه هم لرل. کۀ تاریخ وکتے شي نو د پاکستان جوړېدو نه مخکښې افغانستان دغه شکایتونه د پېرنګي نه هم لرل. دې کښې څومره حقيقت دے؟ د دې نه هر څوک خبر دي – هېڅ څۀ پټ پناه اوس نۀ دي پاتې.

    بل اړخ ته پاکستان د افغانستان د هر حکومت نه دا شکايت لرلے چې افغانستان کښې بهارت ډېر زيات اثر رسوخ لري او بهارت د افغانستان خاوره د پاکستان خلاف استعمالوي. د متحده هند انګرېز واکمنو د افغانستان نه دا شکايت لرو چې هندوستان کښې چې د انګرېزي واکمنو خلاف خلق کومه مبارزه کوي، افغانستان د دوي مرسته کوي او وسله وال ازادي خوښي خلق د افغانستان خاوره استعمالوي. دا ټولې خبرې کۀ د عامو خلقو نه پټې دي، ولې پوهه او سترګورو خلقو ته هر څۀ صفا صفا ښکاري. د ډاکټر اشرف غني پاکستان ته د سفر دوران کښې به ارومرو دغه ستونزې د خبرو موضوع وه خو داسې برېښي چې دواړه غاړې څۀ نتيجي ته نۀ دي رسېدلې او دا د لويو نه لويه بد بختي ده.

    پاکستان زياته توجه افغانستان کښې طالبانو ته ورکوي او افغانستان زياته پاملرنه اقتصادي همکارۍ او تجاري هلو ځلو ته ورکوي. کۀ چرې دواړه هېوادونه يو بل ته خبره اورېدو ته کښېني د يو بل مسئلو نه ځان خبر کړي نو دواړه شريک دريځ خپلولے شي. امن، ترقي او خوشحالي د دواړو ملکونو ضرورت دے. دواړه نزدې ګاونډيان دي، کۀ يو هېواد کښې ګډودي وي نو پۀ بل د هغې اثرات پرېوځي. دغه شان د دواړو خوشحالي هم شريکه ده. تجارت ډېر اهميت لري بايد چې دواړه هېوادونه يو بل ته تجارتي لارې خلاصې کړي. امن قلارے او سيکورټي هم د دواړو ضرورت دے. بايد چې دې لړ کښې د يو بل مرسته ملګرتيا کولو ته دواړه اوليت ورکړي. د دواړو هېوادونو بقاء پۀ جموري نظام کښې پټه ده، بايد چې دواړه يو بل سره جمهوري نظام ته وده ورکولو کښې همکاري وکړي او دواړه يو بل سره د غېر جمهوري قوتونو د هلو ځلو مخ نيوي د پاره مرستې وکړي. ګنې څۀ چې افغانستان کښې کېږي، هغه به پاکستان کښې کېږي او څۀ چې پاکستان کښې کېږي، هغه به افغانستان ته رسي.

    مايوسي بده بلا ده. هيله ده چې د افغانستان د اولسمشر ډاکټر اشرف غني د پاکستان سفر به اخري نۀ وې بلکې کومې خبرې چې اسلام اباد کښې شروع شوې دي، بايد چې دا پۀ مخکښې بوتلې شي او پۀ لاندې کچ او بره کچ دغه خبرې دوام ولري. د مملکتونو دا ذمه واري ده چې کوم خلق د يو مملکت واکمني د وسله وال طاقت پۀ ذريعه چېلنج کوي، دغه وسله وال قوتونو ته سپېس ورنۀ کړي – البته د سياست او د عدم تشدد پۀ ذريعه خپل حق اخستل او د خپل فکر څرګندونه د هر چا بنيادي بشري حق دے، بايد چې پاکستان او افغانستان دغه اصول د يو بل د پاره ومني او پۀ دې يوه خولۀ شي.

    د ښاغلي اولسمشر لۀ خوا د جنوبي او منځنۍ اېشیاء تر منځه د زمکنو رابطو د پاره د افغانستان د لارو وړاندیز د دې خطې اولس له د نوي ژوند امکانات لري. خو لکه چې وئیلے شوي دي، دې لړ کښې به تر ټولو وړاندې دلته د امنیت د پاره کار کول وي او د امن راوستو د پاره به شریکه تګلاره ټاکل او عملي کول ضروري وي.

    ټول ګونديز کانفرنس

    پۀ شپږ ویشتم جون اسلام اباد کښې د ملک د سياسي ګوندونو يوه درنه غونډه د جمعت العلماء اسلام د مشر مولانا فضل الرحمان پۀ بلنه د اسلام اباد پۀ يو هوټل کښې هم د نوموړي پۀ صدارت کښې وشوه. د جماعت اسلامي نه علاوه د ملک قريباً ټولو هغه ګوندونو دې غونډه کښې ګډون وکړو چې د عمران خان مشرۍ کښې د جوړ حکومت د پالیسیو، منصوبو او رویو خلاف دي.

    ټول ګونديز کانفرنسونه د پاکستان د سياست روايات ځکه دي چې پاکستان کښې هر حکومت د ملک سياسي قانون او جمهوري قدرونه د پښو لاندې کولو نه ډډه نۀ ده کړې. د هر واکمن رویه اٰمرانه پاتې شوې ده. هر اٰمر دا هڅه کړې چې د پارلېمان اختيارات پۀ خپله استعمال کړي. بله دا چې اکثر حکومتونو د پاکستان د وړو صوبو ټول ائيني او قانوني حقونه وهل وطن پالنه ګڼلې ده.

    د عمران خان پۀ موجوده حکومت دا الزام دے چې دا حکومت غېر جمهوري قوتونو د ټګۍ ټورۍ پۀ ذريعه پۀ قام مسلط کړے دے. ځکه نو دا حکومت هېڅ ائيني حق نۀ لري چې پۀ ځاے پاتې شي، خو کومو لویو ګوندونو چې پۀ ذکر شوي کانفرنس کښې ګډون کړے دے، د دوي پۀ حق له دا تاثر هم پۀ خپل ځاے دے چې دا ګوندونه هم همېشه د اقتدار د پاره يو بل سره لاس وګرېوان را روان دي. دا اشاره خاصه توګه باندې مسلم ليګ (ن) او پيپلز پارټۍ ته کېږي. دا تاثر هم عام دے چې پيپلز پارټۍ او مسلم ليګ (ن) کله يو بل سره پۀ يو مېز ناستې ته تيار نۀ وو خو کله چې موجوده حکومت د دواړو ګوندونو پۀ مشرانو ګزارونه پېل کړل، حتٰي چې د جېلونو د تورو تمبو شا ته ئې کړل نو دواړه يو بل ته لاسونه ورکولو ته مجبور شول. دا دواړه ګوندونه يو بل ته رانزدې کولو کښې د مولانا فضل الرحمان غټ لاس دے. مولانا فضل الرحمان د څۀ مودې راهسې پۀ مسلسله توګه دې هڅه کښې ؤ چې دغه دواړه ګوندونه سره رانزدې کړي او اخر ئې ګټه تر لاسه کړه. ولې اوس هم دواړو ګوندونو کښې داسې مشران شته چې هغوي دغه نزدې کېدو ته تيار نۀ دي. دغه خلقو کښې د زياتره تعلق د لاهور سره دے. امکان دا دے چې د پيپلز پارټۍ ځینې کارکنان د پارټۍ نه لارې جدا کړي او د تحريک انصاف سره ځان يو ځاے کړي. دا لړۍ د مخکښې نه شروع شوې ده. د پنجاب او پښتونخوا پۀ لکهونو ووټرانو د پيپلز پارټۍ نه خپله لاره بېله کړې ده. د تحريک انصاف کاميابۍ کښې دغه رحجان زيات کردار ادا کړے دے.

    پيپلز پارټۍ ته به دغه ترخه ګولۍ تېرول وي ځکه کۀ چرې پيپلز پارټۍ د تحريک انصاف د موجوده حکومت د راپرزولو د پاره نورو ګوندونو سره اوږه پۀ اوږه ونۀ درېدله نو د ګوند جمهوريت خوښي ملګري به د ګوند د کړنلارې نه مايوسه شي. دا به ګوند د پاره غټ سياسي زيان وي.

    تر څو چې ټول ګونديز کانفرنس کښې د ګډون کونکو نورو ګوندونو تعلق دے نو دا ګوندونه پۀ خپلو بنيادي نظرياتو کلک ولاړ دي. پۀ خصوصي توګه عوامي نېشنل پارټۍ کله هم نورو ګوندونو سره د تربګنۍ مظاهر نۀ ده کړې، تل پۀ خپلو اصولو کلکه ولاړه پاتې شوي ده، اکثر ئې د حکومت چوکۍ هم د اصولو پۀ اساس پرېښې دي. عوامي نېشنل پارټي هېڅ مشکل نۀ لري چې د حکومت خلاف د نورو ګوندونو سره اوږه پۀ اوږه ودرېږي.

    تر څو چې د جمعت العلماء اسلام تعلق دے، د دې ګوند کردار هم تل جمهورت خوښے او سامراج دښمنه پاتې شوے دے. البته د څو کالو را هسې د ګوند مشرتابه خپل روايتي کردار نه پۀ شا شوے دے. ولې کله نه چې عمران خان پۀ خپله يا د نورو طاقتونو پۀ لمسه د مولانا فضل الرحمان پۀ ذاتي کردار حملې شروع کړي دي نو مولانا صاحب هم جوابي کاروايۍ د پاره د هېڅ څۀ نه ډډه نۀ کوي؛ تر دې چې ټول مخالف سياسي ګوندونه ئې یو مېز ته راوستو کښې هم بنیادي کردار ادا کړو.

    ټول ګونديزه غونډه وشوه. تقريرونه مشرانو وکړل. خپل خپل دريځ ئې وړاندې کړو. پۀ زړۀ کښې ټول پۀ دې حقيقت پوهه دي چې پاکستان کښې څۀ روان دي، د موجوده حکومت پۀ شا څوک ولاړ دي؟ پارلېمان څۀ کردار لوبوي؟ خو څوک هم صحيح خبره نۀ شي کولې. شريک قراردادونه (Resolution) منظور کړے شول. اشارو نه کار واخستے شو. شف شف کښې فېصلې مخې ته راغلې خو قوم ته يو پېغام ورکولو سره سره هر متعلقه فريق ته هم پېغام ورکړے شو. دا ژمنه هم وشوه چې د حکومت خلاف به شريکه مبارزه کولې شي او د مخکښې لائحه عمل جوړولو د پاره یوه ‘رهبر کمېټي’ هم جوړه کړې شوه.

    کتلے به شي چې د دې ټول ګونديز کانفرنس څۀ نتيجي راخېژي، ځکه چې حالات هغه شان ښکاري کوم حالات چې د جنرل ضياء د اٰمریت پۀ دوران کښې وو. کۀ چرې د اېم اٰر ډي پۀ شان يو فعال تنظيم مخې ته راغے نو څۀ نتيجې ورکولې شي. دا وخت خو ښکاري داسې لکه چې لویې پارټۍ د

    وفاقي بجټ ته یوه کتنه

    پۀ اتۀ ویشتم جون قومي اسمبلۍ مالي کال 2020-2019 د پاره وفاقي بجټ د 148 ووټونو مقابله کښې 179 ووټونو سره منظور کړو. دا بجټ پۀ دولسم جون اسمبلۍ ته وړاندے کړے شوے ؤ. د بجټ د منظورولو نه مخکښې د مخالفو ګوندونو دا کوشش ؤ چې بجټ منظور نۀ شي. ځکه چې قومي اسمبلۍ کښې حکومت سره معمولي اکثريت دے. اسمبلۍ کښې ځینې واړۀ ګوندونه دي چې د تحريک انصاف حکومت ته ئې مرسته حاصله ده. دغه شان ازاد غړي هم د رواياتو مطابق د حکومت پلويان دي. څنګه چې مخالفو ګوندونو کوشش کولو چې د حکومت پلويان د حکومت نه مات کړي، دغه شان حکومت هم خپل حکومتي طاقت استعمالولو نه ډډه ونۀ کړه او پۀ هره طريقه چې کېدې شوه، د خپل اکثريت قائم ساتلو کوشش ئې کولو. د مخالفو ګوندونو موقف ؤ چې پېش شوے بجټ د خلقو د منشاء مطابق نۀ دے، دې سره به ګراني ډېره شي. عام اولس د دې بجټ سخت خلاف دے نو د خلقو د رایه پۀ احترام کښې به حکومت قومي اسمبلۍ کښې مطلوبه اکثريت اخستلو کښې پاتې راشي. خو هر څومره کۀ د مخالفو ګوندونو دريځ صحيح ؤ، ولې حکومت هم لاس تر زنې نۀ ؤ ناست. بله دا چې دا يو تريخ حقيقت دے چې د اسمبلۍ ازاد غړي د قومي مفاداتو نه یو اړخ ته ذاتي مفاداتو ته ګوري او د هغې پۀ رڼا کښې فېصلې کوي. دا خبره هم تر نظره د ساتلو ده چې د هر ګوند غړي قانوني توګه باندې پابند دي چې خپل ووټ د مالياتي بل پۀ لړ کښې د خپل ګوند د فېصلې مطابق استعمال کړي او دا ځکه چې د بجټ منظورېدل او نۀ منظورېدل پۀ حکومت د اعتماد او عدم اعتماد څرګندونه وي. کله چې يو حکومت د اسمبلۍ نه بجټ منظورولو کښې بريالے نۀ شي نو دا حکومت پۀ خپله مات شي او دغه وجه ده چې هر حکومت کوشش کوي چې د بجټ منظورولو کښې پاتې رانۀ شي.

    بجټ قومي اسمبلۍ منظور کړو، ولې دا بجټ پۀ يو لحاظ هم اولس دوسته بجټ نۀ شي ګڼلے کېدے، ځکه چې دې بجټ کښې ټېکسونه دومره زيات شوي دي چې نۀ صرف د عامو خلقو ملا ئې ماته کړې ده بلکې تجارت پېشه طبقې او صنعت کارو د پاره هم دا بجټ داسې بلا ده چې دوي ترې نه نۀ خو خپل کاروبار جاري ساتلے شي او نۀ خپل صنعتي پېداوار پۀ ځاے ساتلے شي. د دې بجټ اثرات به پۀ عام ژوند انتهائي منفي پرېوځي ځکه چې د عام اولس قوت خريد به دومره راپرېوځي چې خلق به ډېر پۀ ګرانه بنيادي ضرورتونه پوره کولے شي.

    د مالي کال 2020-2019 د وفاقي بجټ حجم 1۔8238 بيليون ښکاره کړے شوے دے، ولې د اخراجاتو اندازه دوه اتيا لکهه اتۀ دېرش زره درې اويا ميليونه روپۍ لګولې شوې ده. دې کښې د حکومت د جاري اخراجاتو تخمينه 8238073 ميليونه روپۍ لګولې شوې ده. دې کښې د حکومت د جاري اخراجاتو تخمينه 7288179 ميليونه ده. ترقياتي کارونو د پاره صرف 94839 ميلیون روپۍ ښودلې شوې دي چې انتهائي کمې دي. پوښتنه دا پېدا کېږي چې دا څومره بجټ ښودلے شوے دے، دا پېسې به د کومه راځي؟ حکومت بجټ کښې د وسائلو دوه لارې پۀ ګوته کړې دي؛ يوه ذريعه د مالي وسائلو کورنۍ ذريعه ده او بله بهرنۍ – د کورني وسائلو تخمينه 4902044 ميليونه ښودلې شوې ده او د بهرني وسائلو تخمينه 3032325 میلیونه لګولې شوې ده. د کورني وسائلو نه مراد محصولات او نورې ذريعې دي او د بهرني وسائلو نه مراد د بهر هېوادونو او مالياتي ادارو نه پۀ سود قرضې او نور امداد اخستل دي. د خوند خبره دا ده چې کورني وسائلو او بهرني وسائلو کښې ډېر کم فرق دے.

    څوک چې پۀ دې بجټ باور نۀ کوي او دا صرف يو ائيني ضرورت پوره کول ګڼي نو دعويٰ ئې پۀ دې اساس وزن داره ښکاري چې کوم حکومت خپل کورني وسائل دومره کم لري چې د حکومت جاري اخراجات (Current expenditing) مخ ترې نۀ شي پوره کولے نو د هغه حکومت کار کردګي به څنګه څوک تسله ناکه ومني او داسې رياست به پۀ کوم اساس يو کاميابه رياست وګڼلے شي؟

    البته کۀ يو حکومت د اقتصادي ترقۍ د پاره خارجه قرضې يا امداد واخلي او هغه پۀ صحيح طريقه استعمال کښې راوستے شي نو مثبتې او ګټورې نتيجې ور کولې شي. ذکر شوي وفاقي بجټ کښې د کورني وسائلو تخمينه 4902044 ميلينه روپۍ لګولے شوې ده او د جاري اخراجاتو تخمينه 7288179 ميلينه روپۍ ښکاره کړے شوې ده. دا ډېر غټ فرق دے. د جاري اخراجاتو د پاره چې به کومه غټه قرضه اخستې کېږي، اول خو د دې د حاصلولو څۀ کوټلے ضمانت نشته او کۀ چرې دا قرضه واخستې شوه او او د اخراجات جاريه (Current Expending) پۀ مد کښې د بجټ پۀ رڼا کښې ولګولې شوه نو دا قرضه به واپس کولې څنګه شي؟ د قرض ادا کولو د پاره به وسائل د کومه راځي؟ ځکه چې کورني وسائل خو انتهائي کم دي. څرګنده ده چې د ملک اقتصاد به نور هم د ګډوډي ښکار کېږي. حکومت به خپل ضرورتونه نۀ شي پوره کولے. د دې بد حالۍ اثرات به پۀ عامو خلقو پرېوځي. دغه وجه ده چې منظور شوے بجټ هسې يو رسمي ضرورت دے. پۀ دې عمل کول به پۀ هر صورت ګران وي. بله اهمه خبره دا ده چې دا بجټ د خسارې بجټ هم دے نو دا خساره به د کوم ځاے نه پوره کېږي؟ بجټ کښې د خسارې پوره کولو د پاره هېڅ امکانات نۀ دي ښکاره کړے شوي.

     

  • پۀ خبر زما نظر – لیاقت سیماب

    قبائلي سیمو کښې

    ائیني اصلاحات

    پۀ اتۀ ویشتمه مۍ 2018 د وفاق د انتظام لاندې قبائیلي سیمې (FATA) د یو ائیني ترمیم تر مخه د خېبر پښتونخوا باقاعده برخه جوړې شوې او دې علاقو نه د فرنټئیر کرائمز ریګولېشن توره بلا پاڅېدلې ده – ولې دغو سیمو کښې د ملک عام قوانین لا تر اوسه پۀ پوره توګه نۀ دي عمل کښې راوستے شوي. د دې غټه وجه د ملک د واکمنو نا اهلي، نا پوهي او د منصوبه سازۍ نیشتوالے دے. د زوړ نظام نه چې کومو خلقو ناجائزې فائدې اوچتولې، د هغه خلقو کردار هم د ائیني اصلاحاتو پۀ لاره کښې غټ خنډ دے. دا خلق نۀ غواړي چې دې سیمو ته دې اولسواکي، انصاف او قانون وغزولے شي ځکه چې دې سره د دوي واک اختیار او مراعاتو ته زیان رسي.

    دا خلق صرف پۀ قبائیلي سیمو کښې نۀ دي بلکې ټول ملک او ټوله دنیا کښې موجود وو خو د جمهور د دباو لاندې د دنیا پۀ هره سیمه کښې د اولس د خوښې بدلونونه راغلي دي، د هغې بدلونونو مزاحمت هم شوے دے خو بدلون راوستونکو قوتونو دغه مزاحمت کار چقولي دي او د دوي د تور نظام خپسه ئې د مضبوطې ادارې او کوټلي متبادل نظام پۀ طاقت د خلقو د مرۍ نه اوچته کړې ده. خلقو ته ئې د حقیقي ازادۍ مېوه پۀ خلاص مټ د باقاعده منصوبې لاندې رسولې ده. د غلامۍ جغ ئې د خلقو د څټونو نه هم د خلقو پۀ اجتماعي طاقت کوز کړے دے؛ خو دلته تر اوسه خلق ځکه لا بریالي شوي نۀ دي چې د شوو ائیني اصلاحاتو دښمنان لا د اختیار پۀ څوکیو پورې لکه د ژورو پۀ زور نښتي دي.

    د ائیني اصلاحاتو د عملي کولو رفتار پۀ دې وجه هم سست او مټه دے چې زوړ عمارت پۀ اسانه نړول هم اسان کار نۀ دے. تر هغې څوک هم خپل زوړ کور ورانولو ته نۀ تیارېږي، تر څو چې هغۀ ته دا پوخ یقین نۀ وي شوے چې د دۀ نوے کور به زر تر زره جوړ شي او هغه کور به زوړ کور نه ښکلے او د زیاتو سهولتونو نه ډک وي.

    دا د هر انسان فطري خواهش دے چې د دۀ مادي ژوند دې اسان، خوشحاله او سوکاله وي. د دۀ مشکلات دې کم وي. دے دې ازاد وي. د دۀ فکر دې ازاد وي. د دۀ پۀ لاره کښې دې کندې کپرې نۀ وي.

    دې کښې هېڅ شک نشته چې د ذکر شوو قبائیلي سیمو زیات شمېر خلق د زوړ قبائیلي نظام خلاف دي. دوي پۀ پټه او څرګنده د زوړ نظام خلاف یوه اوږده مبارزه کړې ده. د دې مبارزې مخنیوے د انګرېز استعمار هم کړے دے او د پاکستان واکمنو هم. دې واکمنو ځینې قبائیلي مشران پۀ مسلسله توګه د خپل اولس خلاف استعمال کړي دي. دغه تش پۀ نامه مشرانو ته ئې رقم رقم مراعات ورکړي دي.

    د افسوس خبره دا ده چې د پاکستان قریباً ټولو سیاسي ګوندونو د قبائیلي پښتنو د خېر ښېګړې سره هغه څۀ علاقه نۀ ده لرلې، هېڅ څۀ همدردي ئې ورسره نۀ ده ښکاره کړې؛ بلکې دوي ئې پۀ مختلفو چغو نعرو دهوکه کړي دي. کله ئې ورته د اسلام بیم غږولے دے او کله ئې دوي ته د پاکستان د مغربي سرحدونو د بې تنخوا محافظانو نوم ورکړے دے. د پاکستان د ابلاغ ټولو ذریعو هم دغه ډهول غږولے دے او لا لګیا دي غږوي ئې.

    دا یو څرګند تاریخي حقیقت دے چې صرف خدائي خدمتګار تحریک او ورپسې نېشنل عوامي پارټۍ او عوامي نېشنل پارټۍ د قبائیلي پښتنو د حقوق او د هغوي د ازادۍ پۀ حق کښې خپل اواز د قبائیلي خلقو سره یو کړے دے، بلکې د دې مبارزینو لارښودنه ئې هم کړې ده. دې علاقو کښې د تورو قوانینو، ظلمونو، تورو تیرو او د غلامۍ د زنځیرونو نه ئې وخت پۀ وخت د پاکستان جمهوریت دوسته او انسان دوسته قوتونه هم خبر ساتلي دي. د پاکستان واکمنو د دې پۀ جواب کښې دغه سیمو کښې د عوامي نېشنل پارټۍ او نورو جمهوري قوتونو خلاف د کرکې او نفرت د بزغلو لګولو کوششونه هم کړي دي. قبائیلي وروڼه خوېندې ئې د عوامي نېشنل پارټۍ خلاف پۀ مختلفو خود ساخته او د دغو قیصو پۀ ذریعه ودرولو د پاره هر قسم وس کړے دے. هره ناوړه طریقه ئې استعمال کړې ده. اخر د عوامي نېشنل پارټۍ سیاست بریالے شو – ټولو سیاسي قوتونه قبائیلي سیمو کښې د ائیني اصلاحاتو کولو د پاره خپل اواز د یو بل نه د زیات اوچتولو کښې داسې ولګېدل چې خپلې مرۍ ئې وشلولې چې د ماضي د جرمونو کفاره ادا کړي. عالمي ضمیر هم د قبائیلي سیمو غږ باندې غوږونه وګرول او دا ځکه چې دا سیمې د دنیا یواځینۍ سیمې دي چې نۀ پکښې قانون ؤ او نۀ عدالت، نۀ حکومتي نظام او نۀ د دنیا د نورو خلقو تلل راتلل. دا سیمه د هر چا خلاف استعمال کښې راغله. اخر د پاکستان پۀ واکمنو د قبائیلي خلقو، ټولو پښتنو، د پاکستان د جمهوري قوتونو، د بشري حقونو د ساتنې د تنظیمونو او عالمي طاقتونو زور او فشار دومره زیات شو چې پۀ مات زړۀ ئې د قبائیلي علاقو د زور ګیرۍ او استعماریت د جغ کوزولو اعلان وکړو.

    عجیبه خبره دا ده، بلکې د افسوس او شرم ځاے دے چې د پاکستان اساسي قانون دغه سیمې د یو تور غلامانه نظام د لاندې ساتلې وې. د پاکستان اساسي قانون )ائین( یو طرف ته د جمهوري اصولو، بشري حقونو او ازادې عدلیې ضمانت ورکوي او بل اړخ ته ئې دا سیمې د هر قسمه بشري او جمهوري حقونو نه محرومه ساتلې وې.

    اوس دې سیمو کښې څۀ مشکلات دي؟ دا مشکلات به څنګه ختمولے شي؟

    باید چې د دې سیمو د جغرافیې او تاریخ نه ځانونه خبر کړو، ځکه چې د دنیا او پاکستان خلق خو لا څۀ کوئ چې پښتانۀ هم پۀ پوره توګه د دې سیمو نه نۀ دي خبر – حتٰي چې قبائیلي پښتانۀ هم د دې سیمو پۀ حقله ‘تاریخي’ معلومات نۀ لري.

    کال 1839 نه مخکښې د پښتنو ټولې سیمې د افغانستان باقاعده برخې وې. پۀ 1839 کښې د پېښور پۀ شمول ټولې مېداني علاقې د سکهـ حکمران رنجیت سنګهـ جرنېل هري سنګهـ نلوه ونیولې. انګرېزان د سکهانو پۀ شا ولاړ وو چې پۀ ټول هند ئې خپلې پنجې ښخې کړې وې خو ‘شمالي’ علاقې ترې لا بچ پاتې وې. خو ډېر زر د پښتنو علاقې انګرېزانو پۀ جزوي توګه ونیولې. موجوده قبائیلي سیمو ته هم انګرېزان ورننوتل، ولې قبائیلي پښتنو د دوي لاره ونیوله. هر څومره کۀ پېرنګیان تر کافي حده قبائیلي سیمو کښې ورننوتل او هلته ئې فوځي چهاوڼۍ جوړې کړې، ولې قبائیلي پښتنو دوي دغه چهاوڼیو کښې پۀ سړه سینه خوب ته کله هم نۀ دي پرېښي او پۀ مسلسله توګه ئې د دوي د نور مخکښې تلو لارې بندې ساتلې دي. انګرېز ونۀ توانېدو چې خپل عمومي قوانین دغه سیمو کښې نافذ کړي.

    پۀ هند کښې د 1857 د جنګِ ازادۍ د ناکامېدو نه پس پۀ ټول هند او د افغانستان نه د تروړلې شوو سیمو واک انګرېزانو پۀ خپلو لاسو کښې اخستو کښې اساني محسوس کړه. پۀ 1867 کښې د ‘تعزیراتِ هند’ پۀ نوم ئې خپل قوانین پۀ ټول هند کښې نافذ کړل – ولې د پښتنو پۀ سیمه ئې دا قوانین نافذ نۀ کړے شول، ځکه چې پښتانۀ د انګرېز واکمنۍ قبلولو ته بېخي تیار نۀ وو – حالانکې انګرېزانو د پښتنو پۀ سیمه کښې هم خپل تنخوا دار دلالان ساتلي وو. دا هغه خلق وو چې سکهانو ته ئې د پښتنو سیمو ته د راننوتلو لاره ورکړې وه.

    پۀ 1873 کښې پۀ ‘تعزیراتِ هند’ کښې وړوکے شان ترمیم وکړے شو خو دا هم د پښتنو علاقو ته راونۀ غزولے شو.

    پۀ 1877 کښې د ‘غازي اېکټ’ پۀ نامه د پښتنو د علاقو د پاره یو خصوصي قانون انګرېزانو راولېږلو.

    پۀ 1893 کښې انګرېزانو پۀ باقاعده توګه د افغانستان او انګرېزي علاقو تر منځه د ډیورنډ کرښه راکښله.

    پۀ کال 1901 کښې د شاهي قانون ساز کونسل (Imperial Legislative Council) لۀ خوا ‘فرنټئیر کرائمز ریګولېشن’ (FCR-III) نافذ کړے شو. دا ضابطه د پښتنو پۀ ټوله سیمه تر ګلګت نافذ کړې شوه.

    کله چې هندوستان تقسیم شو نو لکه څنګه چې ‘تعزیراتِ هند’ (1867) پۀ پاکستان کښې پۀ عمل کښې وساتلے شو نو هم دغه شان اېف سي اٰر نۀ صرف د پښتنو پۀ سیمه کښې پۀ ځاے وساتلے شو بلکې 1947 کښې دا ضابطه بلتستان ته هم وغزولې شوه.

    د دې ضابطې دوه اړخونه وو – یو د خلقو تر منځه تعلقات او اړیکې او دوېم اړخ ئې د خلقو او ریاست تر منځه معاملاتو سره تعلق لرلو. هغه جرمونه چې د هغې تعلق د خلقو تر منځه معاملاتو سره ؤ، د هغو فېصله به د مقامي قبائیلي رواج مطابق د جرګو پۀ ذریعه کېدله چې حکومت به مقررولې. د دغه جرګو غړي به د حکومت پاخۀ پلویان وو چې ‘ملک’ ورته وئیلے کېږي. ‘ملک’ خلقو کښې د حکومت نمائندګي کوي.

    دا نظام بېخي د هغه نظام نه اپوټه دے کوم چې حکومت کښې د خلقو نمائندګان موجود وي. اېف سي اٰر کښې قبائیلي ملکان خلقو کښې د حکومت نمائندګي کوي. پۀ دې اساس دې ملکانو ته قبائیلي مشران وئیل یو فرېب او دهوکه ده.

    د اېف سي اٰر کوم اړخ چې د حکومت او خلقو تر منځه د مسئلو سره متعلق ؤ، هغه ډېر ظالمانه ؤ کوم چې د زورګیرۍ او استعماریت یو تور نظام ګڼلے کېږي. اېف سي اٰر کښې چې دې لړ کښې کومې مادې (Articles) شاملې دي، هغه پۀ ټوله نړۍ کښې د زور، ظلم او بې انصافۍ مثال نۀ لري. کۀ چرې دا ضابطې چا د مهذبې دنیا خلقو ته وښودلې نو د هغوي عقل به حېران شي چې د زمکې پۀ مخ داسې سیمې هم شته چې هلته دا قسمه قوانین او ضابطې هم موجود دي. برطانوي استعمار خو به پۀ دې یوه خبره ځان خلاص کړي چې دوي خو دا سیمې پۀ 1947 کښې دوه اویا کاله اګاهو پرېښې دي او دا ئې د اسلام پۀ نامه سیاست کوونکي اسلامي ریاست (!) پاکستان ته پۀ جولۍ کښې اچولې دي.

    د دې ظالم نظام خصوصیت دا ؤ چې دې سیمه کښې هېڅ عدالتي نظام نۀ ؤ. د پولیس نظام نۀ ؤ. هېڅ څۀ باقاعده قانون نۀ ؤ. نۀ دلیل ؤ، نۀ وکیل او نۀ د اپیل حق چا ته حاصل ؤ. د خر پۀ ځاے به کلال ته داغ ورکولے شو. د زوي پۀ جرم کښې به پلار ته سزا ورکېدله او کۀ د حکومت خلاف به چا د اېف سي اٰر د یوې ضابطې خلاف ورزي پۀ انفرادي توګه وکړه نو ټول قام قبیل به مجرم ګڼلے کېدو. د یو کس د جرم سزا به مجرم ته ورکول ضروري نۀ وو بلکې تېزندي به چې د چا پۀ مرۍ کښې برابرېده، هغه به پۀ دار کېدو.

    دې غرض د پاره اېف سي اٰر کښې څلوېښتمه او دوه څلوېښتمه مادې شاملې وې. دا دوه مادې به اکثر د حکومت د سیاسي مخالفینو پۀ خلاف مقامي انتظامیې یعني پولټیکل اېجنټ او ډپټي کمشنر استعمال کښې راوستې.

    د 1930 پۀ لسیزه کښې د پښتونخوا پۀ بندوبستي ضلعو کښې ‘تعزیراتِ هند’ (1867) هم د اېف سي اٰر سره نافذ شو. دې کښې د دلیل، وکیل او اپیل حق ورکړے شوے ؤ، ولې دا قوانین قبائیلي یا غېر بندوبستي سیمو ته ونۀ غزولے شول. بل اړخ ته بندوبستي ضلعو کښې د سیاسي مخالفینو خلاف هم د اېف سي اٰر ضابطې پۀ استعمال کښې راوستې کېدې. ډپټي کمشنر ته دا اختیار ؤ چې د یو جرم کېس د اېف سي اٰر لاندې فېصله کړي او کۀ د تعزیراتِ هند لاندې – د ظلم دا بې دلیله، بې وکیله او بې اپیله ضابطې پۀ بندوبستي او قبائیلي سیمو کښې د پاکستان جوړېدو نه پس هم عملي وې. خدائي خدمتګار تحریک او نېشنل عوامي پارټي یواځینے سیاسي قوت ؤ چې پۀ منظمه طریقه ئې د دې تور ظالمانه نظام خلاف اواز اوچت کړے ؤ. پۀ درې ویشتم مارچ 1956 د دغې سیاسي جدوجهد نتیجه کښې د نوي راغلي ائین نفاذ سره د بندوبستي ضلعو د پښتنو د مرۍ نه د اېف سي اٰر خپسه پاڅېده. 1970 کښې دا ضابطې د ګلګت بلتستان نه هم اوچتې کړې شوې او پۀ 1972 کښې وزیر اعظم ذو الفقار علي بهټو سخاکوټ کښې یوې اولسي جلسه کښې د پښتونخوا د وزیر اعليٰ مولانا مفتي محمود پۀ موجودګۍ کښې د ملاکنډ ایجنسۍ نه هم د اېف سي اٰر د خاتمې اعلان وکړو. د ایجنسۍ مراعات یافته ملکانو او جرګه مارو د دې اعلان مزاحمت شروع کړو خو اخر ئې نوي بدلون ته غاړه کېښودو. یاده دې وي چې دې دوران کښې پښتونخوا کښې د نېشنل عوامي پارټۍ او جمعیت العلماء اسلام مخلوط حکومت ؤ. ارباب سکندر خان خلیل د پښتونخوا ګورنر او امیر زاده خان ایډوکېټ د صوبې د قانون وزیر ؤ. د نېشنل عوامي پارټۍ حکومت د ملاکنډ ایجنسۍ اولس د تور قانون نه خلاص کړو او ډېره پۀ امن ناکه او دوستانه لاره ئې د ایجنسۍ د خلقو لارښودنه وکړه.

    خو لۀ بده مرغه د اېف سي اٰر تور قانون پۀ قبائیلي سیمو کښې بیا هم دوام لرلو – علت ئې دا ؤ چې دا ټولې سیمې د افغانستان سره اوږده پوله لري – بلکې د ډیورنډ کرښې پۀ عملي توګه د پولې نه دواړه اړخو ته اباد پښتانۀ قبائیل د یو بل نه بېل نۀ کړے شول. وجه ئې دا ده چې د پولې نه دواړو غاړو ته اباد خلق نۀ صرف د یو قام او یوې قبیلې سره تعلق لري بلکې ځینې ځایونو کښې خو د یوې کورنۍ وګړي نیم یو اړخ ته او نیم بل اړخ ته اباد دي. د چا کور د ډیورنډ د کرښې نه یو اړخ او پټے بل اړخ ته دے – یو ورور یو طرف ته او بل ورور بل اړخ ته اباد دے – د دې حالاتو نه ځینې قوتونو منفي فائدې واخستې. ترهګرو دا سیمې د خپلو مقصدونو د پاره پۀ کار راوستې او د پاکستان فوجي حکمرانانو او د هغوي ‘سیاسي نما’ کارپردازانو د خپلو سیاسي مقصدونو د پاره دا خلق او د دوي خاوره پۀ مسلسله توګه استعمال کړه او اوس هم لګیا دي استعمالوي ئې.

    دا سیمې د پښتنو د ملي هستۍ خلاف هم پۀ منظمه طریقه پۀ کار راوستې کېدلې. دې علاقو کښې پښتون دښمنه طاقتونو داسې خلق پېدا کړي دي چې هغوي د پښتنو د یو والي او د پښتون ملت د ملي وجود پۀ خلاف پۀ مختلفو نومونو استعمالېږي. مختلف طاقتونه د دې سیمو اولس پاکستان او افغانستان دواړو هېوادونو کښې د مېشته پښتنو خلاف استعمالوي.

    بد مرغي دا وه )او تر یوۀ حده اوس هم ده( چې د ‘ازاد قبائیل’ پۀ اصطلاح د دې سیمې اولس د غلامۍ د جبر پۀ زنځیرونو کښې تړلے شوي وو او ځکه پۀ یوه حواله دوي د پاره دغه استعماري اصطلاح کښې د فخر یو ګنجائش هم پېدا کړے شوے ؤ – خو د دې خلقو نېکمرغي دا ده چې پۀ تورو تیرو کښې هم د قامي سیاست مشرانو او ځوانانو د رښتونې ازادۍ شمع بله ساتلې ده.

    پۀ خصوصي توګه د عوامي نېشنل پارټۍ قبائیلي کارکنانو خلقو کښې د بشري حقونو پۀ حق له شعور بېدارولو د پاره خپلو فعالیتونو ته پۀ هر دور کښې او پۀ هر قسم حالاتو کښې دوام ورکړے ؤ. هغوي پۀ بمونو والوځول شول، پۀ ګولیو وویشتل شول او کورونه بازارونه ئې ړنګ کړے شول خو خپلې قامي فریضې نه پۀ شا نۀ شول.

    اخر د دغه مبارزینو قربانیو رنګ راوړو. پۀ 2008 کښې چې کله پۀ وفاق، پښتونخوا او سندهـ کښې د عوامي نېشنل پارټۍ پۀ ملګرتیا کښې پاکستان پیپلز پارټۍ حکومت جوړ کړو نو وزیر اعظم یوسف رضا ګېلاني خپل وړومبي تقریر کښې قبائیلي سیمو کښې د ائیني اصلاحاتو اعلان وکړو – ولې ځینې قوتونو دې لاره کښې د خنډانو رامنځ ته کولو هڅې جاري وساتلې، خو بیا هم حکومت پۀ کال 2011 کښې اېف سي اٰر کښې د ځینې مثبت بدلونونو کولو اعلان وکړو چې دغه شان د دې سیمو انتظام د ائین سره برابر کړي. خو دې قدم هم هغه تقاضې پوره نۀ کړې شوې کومې چې د وخت بشري حقونو او د پاکستان د ائین سره مطابقت لرلو.

    د افسوس ځاے دا ؤ چې د پاکستان اساسي قانون دا علاقې د تورو او بشر دښمنه ضابطو لاندې ساتلې وې. حالانکې هم دغه اساسي قانون )ائین( د بشري حقونو او ازادې عدلیې د تصور ضمانت هم ورکوي. اېف سي اٰر د پاکستان د ائین هم خلاف ورزي وه. باید چې د ائین د جوړولو پۀ وخت کښې اېف سي اٰر ختم کړے شوے وے او یا دې کښې د ذکر شوو بشري حقونو او ازادې عدلیې د مادو سره سم بدلون شوے وے.

    د قبائیلي سیمو د خلقو یوه غټه ستونزه دا هم وه چې دا علاقې پۀ جغرافیائي، تاریخي، کلتوري او نسلي بنیادونو د پښتونخوا برخې وې، ولې دا سیمې د وفاق د انتظام لاندې ساتلې شوې وې. دوي ته د پښتونخوا اسمبلۍ او حکومت کښې هېڅ نمائندګي نۀ وه ورکړې شوې. بله د خندا خبره دا وه چې د دې سیمو خلقو ته خو پۀ قومي اسمبلۍ او سېنټ کښې نمائندګي حاصله وه، ولې پارلېمنټ کښې دې علاقو د پاره د قانون سازۍ اختیار ورته نۀ ؤ حاصل. د دې علاقو نمائندګانو خو د ملک د نورو برخو د پاره قانون سازۍ کښې کردار ادا کولے شو، ولې د دوي د جوړ کړي قانون اطلاق به د دوي پۀ علاقو نۀ شو کېدے.

    د دې سیمو د خلقو د اېف سي اٰر د ختمولو سره سره دا مطالبه هم وه چې د دوي د څټونو نه دې د وفاق غېر جمهوري او بې منطقه جغ کوز کړے شي او دوي دې پۀ باقاعده توګه د پښتونخوا برخه وګڼلې شي. دوي ته دې د پښتونخوا اسمبلۍ او حکومت کښې نمائندګي ورکړې شي. عوامي نېشنل پارټۍ د دوي د خواهشاتو پۀ خلاص مټ ملګرتیا کوله او دا ځکه چې د دې خلقو د پښتونخوا د بندوبستي علاقو د خلقو سره نۀ صرف کلتوري، ژبنے، تاریخي او جغرافیائي تړون دے بلکې د وینې رشته ئې ورسره هم ده.

    کوم طاقتونه چې قبائیلي سیمو کښې د بشري او جمهوري حقونو پۀ اساس د ائیني اصلاحاتو مخالف دي، هغوي داسې مطالبې کوي چې هغه د منلو جوګه نۀ دي او دا دوي ته معلومه ده خو پۀ دې بهانو دوي د اصلاحاتو عمل ناکامۍ سره د مخ کولو هڅې کوي. بلکه ځینې خلق دا خواهش لري چې دغه قبائییلي سیمې دې د جدا صوبې شکل اختیار کړي – حالانکې دا کله هم عملي کېدے نۀ شي، ځکه چې دا سیمې جغرافیائي وحدت نۀ دے، دا خورې ورې علاقې دي چې خپلو کښې تړون نۀ لري – د هرې قبائیلي سیمې لاره بندوبستي علاقې دي – د هرې قبائیلي سیمې مرکزي ښار بندوبستي علاقه کښې دے.

    بله دا چې کوم خلق د جدا صوبې غوښتنه کوي، دوي د زمکو د بندوبست خلاف دي – یعني پټواري وغېره نۀ مني، پولیس نۀ مني، عدالتي نظام سره ئې دښمني ده – حتٰي چې ټېکس او محصول ورکولو ته بېخي تیار نۀ دي – دوي نه باید چې دا پوښتنه وشي چې دا به څنګه صوبه وي چې انتظامي ډهانچه به ئې نۀ وي او د دې صوبې اخراجات به د کومې راځي؟ اصل خبره دا ده چې دا چغې صرف هغه طاقتونه وباسي د چا ذاتي مفادات چې د اصلاحاتو سره زیان شوي دي.

    د ادغام نه پس راتلونکې مرحله دغه سیمو کښې د انتخاباتو ده. ممکنه ده چې د مۍ پۀ میاشت کښې دې سیمو کښې د انتخاباتو جدول جاري کړے شي. باید قامي کارکنان د دې موقعې نه فائده واخلي او کوم قوتونه چې پۀ دغو سیمو کښې د پارټۍ د داخلېدو لارې نیسي، د هغوي پۀ منصوبو خاورې واړوي.

    دا سیمې به هله پرمختګ کوي، دلته به د اساسي قانون نفاذ هله یقیني کېږي، دلته به د اولسي فلاح د پاره هله کار کېږي چې دا سیمې پۀ اسمبلۍ کښې خپله حقیقي نمائندګي ولري. د پارټۍ ملګري باید دې مبارزې ته د اوس نه مټې راونغاړي.

     

  • پۀ خبر زما نظر – لیاقت سیماب

     

    اسلام اباد او دوه قتلونه

    د پښتونخوا د پولیسو د یو افسر طاهر داوړ د تښتولو، پټولو او بیا د هغۀ د مرګ خبر ټوله نړۍ کښې د یوې سیاسي پېښې پۀ حېث خور شو. د دې نه مخکښې د یو نامتو دیني عالم او سیاسي مشر مولانا سمیع الحق د قتل خبر هم د نړۍ ګوټ ګوټ ته ورسېدو. دې دواړو قتلونو کۀ ډېرې ژبې ګویا کړې نو ډېرې خولې خاموشه هم پاتې شوې.

    مولانا سمیع الحق راولپنډۍ کښې د خپل هغه کور پۀ کوټه کښې پۀ چړو چاقوانو ووژلے شو چې پۀ یوې داسې مخصوصه ابادۍ کښې دے چې څلور واړه طرفه ته دېوال تاو دے او تګ راتګ ورته صرف پۀ یوه لویه دروازه کېدے شي. پۀ دې دروازه وسله وال څوکیداران ناست وي او هېڅ یو غېر متعلقه کس دغه ابادۍ ته نۀ پرېږدي.

    د پولیسو د ابتدائي وېنا مطابق دا قتل د ذاتي معاملاتو نتیجه ده، ولې د مولانا سمیع الحق د زوي حامد الحق دا دعويٰ ده چې دې کښې د خارجه قوتونو لاس دے. لا تر اوسه پلټنې روانې دي. تر څو چې اصل مجرمان نۀ وي پۀ ګوته شوي، هر څوک به د خپل فکر اسونه ځغلوي او دا ځکه چې د مولانا سمیع الحق کردار هر اړخیز ؤ. د هغۀ پۀ حقله دا وئیلے کېږي چې دے د وسله والو طالبانو استاذ ؤ. البته دۀ کله هم پۀ ښکاره د جنګ خبره نۀ وه کړې. مولانا صاحب خپله علاقه کښې کله د یو سیاسي لیډر خلاف خبره هم نۀ ده کړې. هغه پۀ ښکاره د پښتونخوا د مخکښیني وزیر اعليٰ پروېز خټک ملګرتیا کوله او صوبائي حکومت د هغۀ مدرسې )دار العلوم حقانیه( ته غېر معمولي امدا ورکړے ؤ. مولانا سمیع الحق د دار العلوم حقانیه رئیس ؤ خو د هغۀ د ادارې اکثر استاذان او شاګردان د جمعیت العلماء اسلام )ف( ملګري او وفادار دي. دۀ کله هم خپلو دې شاګردانو او استاذانو سره د تربګنۍ څرګندونه نۀ وه کړې او دا ځکه چې مولانا صاحب صرف یو سیاسي مشر نۀ ؤ بلکې یو دیني عالم هم ؤ او استاد هم.

    مولانا سمیع الحق همېشه د پاکستان د هر حکومت ملګرے پاتې شوے دے. د هندوستان او افغانستان پۀ حقله له تل د پاکستان د حکومت د کړنلارې ملګرے ؤ ـــ نو بیا دے چا او ولې قتل کړو؟ د دۀ څۀ ګناه وه؟ څۀ جرم ئې کړے ؤ؟ بله دا چې دے دوومره محفوظ حصار کښې څنګه ووژلے شو؟ د دۀ د وژلو پۀ حقله ډېر سوالونه او پوښتنې دي چې د هر چا پۀ ژبه دي خو د واکمنو د خوا تر اوسه څۀ معقول جواب مخې ته نۀ دے راغلے. البته دا تاثر عام دے چې حکومت د عامو خلقو د سر او مال حفاظت کښې خو ناکام ناکام دے، ولې د خپلو وفادارو او ملګرو حفاظت کولو کښې هم پاتې راغلے دے.

    د مولانا سمیع الحق د مرګ خبر لا زوړ شوے نۀ ؤ چې یو بل خبر د ټول پاکستان ګوته پۀ خوله کړل چې د پښتونخوا د پولیسو یو اهم افسر اسلام اباد کښې ورک شو. دا افسر طاهر داوړ ؤ. دے د پېښور د کليوالو علاقو د پولیسو مشر ؤ. د پېښور کليوالې علاقې پۀ ټوله صوبه کښې د امن و امان پۀ حقله منفي شهرت لري. دلته همېشه روایتي بې امني وي. زیاتره جرمونه دلته کېږي. د دې غټه وجه دا ده چې د دې علاقو درې طرفه ته بې قانونه قبائیلي سیمې پرتې دي. د پولیس اعليٰ مشران دا کوشش وي چې د پولیسو تکړه او قابل افسران دغه علاقو کښې ولګوي. دغه وجه ده چې حکومت د شمالي وزیرستان سره تعلق لرونکے یو هوښیار، بهادر او زړۀ ور افسر طاهر داوړ د دې علاقو د پاره سپرنټنډنټ پولیس ولګولو. هغۀ پۀ ډېره ایماندارۍ، زړۀ ورتیا او د خپلې تجربې او ذهانت پۀ اساس د جرائم پېشه عملونو خلاف عملیات شروع کړل. شاید چې د دۀ کردار د ځینې خلقو نۀ ؤ خوښ.

    د خبرونو مطابق طاهر داوړ څۀ کار پسې اسلام اباد ته لاړو خو هلته چا وتښتولو، پټ ئې کړو او څو ورځې پس د دۀ مړے د افغانستان ننګرهار ولایت کښې د باکستان د پولې نه سل میټره لرې وموندلے شو.

    طاهر داوړ چا وتښتولو؟ ولې ئې وتښتولو؟ اسلام اباد ته څۀ له تلے ؤ؟ دی د اسلام اباد نه افغانستان ته څنګه ورسولے شو؟ چا ورسولو؟ دا چوکۍ او چېک پوسټونه ئې څنګه عبور کړل؟ مړ چا کړو؟ د دۀ مړے افغانستان ته ورسولے شو کۀ نه ژوندے افغانستان ته بوتلے شو او هلته ووژلے شو؟ دا ټولې پوښتنې عام خلق لګیا دي کوي ـــ ولې تر اوسه څۀ جواب نشته.

    خلق مختلف شکونه کوي. څوک د دې جرم ذمه وار څوک ګڼي او څوک څوک؟ هر څوک خپل خیال څرګندوي. څوک غلي دي، څوک نیمه خبره کوي او نیمه پټوي؛ خو صرف دوه فریقه خبر وي یو هغه چا چې دا جرم کړے دے او بل مقتول طاهر داوړ خبر دے. طاهر داوړ اوس پۀ دې دنیا کښې نشته او مجرم کله هم ځان نۀ ښائي. د یو نه زیاتو خلقو باندې به تر هغه وخت د دې جرم الزام وي تر څو چې اصل مجرمان پۀ ګوته شوي نۀ وي. خو داسې برېښي چې دا قتل به هم لکه د نورو سیاسي قتلونو پۀ شان هم دغسې یوه پوښتنه پاتې شي. البته د تاریخ فېصله به پۀ خپل ځاے وي.

    د مولانا سمیع الحق او طاهر داوړ شخصیتونه او د هغوي کردار کۀ هر څومره جدا جدا ؤ ولې هغوي دواړو کښې ځینې شریک خصوصیات هم وو. یو دا چې دواړه پښتانۀ وو، دواړه د علم او پوهې سره تعلق لرلو ـــ مولانا سمیع الحق دیني عالم ؤ او د دیني موضوعاتو لیکوال هم ؤ. طاهر داوړ د پښتو ژبې شاعر او لیکوال ؤ. د پښتو ادب پۀ حقله ئې کافي پوهه لرله. د یو روښان فکره ذهن څښتن ؤ. د پښتنو اولسي ژوند ئې د مطالعې خصوصي اړخ ؤ. پۀ قبائیلي دودونو دستورونو نۀ صرف پوهېدو بلکې د هغې یو ډېر ژور ناظر (observer) هم ؤ. دا دواړه د علم او دانش څښتنان وو. بل شریک خصوصیت د دواړو دا ؤ چې دواړه د پاکستان دار الحکومت کښې د قانون شکنۍ او تشدد ښکار شول. دواړه ډېرې بې دردۍ سره قتل کړے شول. د دواړو مرګ نه داسې برېښي چې دا د چا د طرف نه چا ته یو خاص پېغام دے. د دواړو وژنه د ضمیرونو امتحان هم دے.

    د افغانستان پۀ حقله پرله پسې هلې ځلې

    پۀ اوویشتم نومبر جنېوا کښې د ملګرو ملتونو (UNO) د انتظام لاندې یو بېن المللي کانفرنس وشو. دا کانفرنس تر دوه ورځو جاري ؤ. د کانفرنس مقصد د افغانستان د سیاسي او اقتصادي مسئلو د حل د پاره لارې ګودرې لټول وو. کانفرنس ته د افغانستان اولسمشر ډاکټر اشرف غني خپل تقریر کښې هغه ټولې هڅې پۀ ګته کړې چې حکومت ئې افغانستان کښې د دوامداره امن سره سره د سیاسي او اقتصادي استحکام د پاره کوي. دۀ نړۍ ته بلنه ورکړه چې د افغانستان ماحول د سرمایه کارۍ د پاره ازاد دے.

    کانفرنس کښې روس، چین، هند، پاکستان، ایران، امریکه او یورپي هېوادونو ګډون وکړو. د اکثرو ملکونو خارجه وزیران دې کانفرنس کښې موجود وو، ولې د پاکستان خارجه وزیر کانفرنس کښې پۀ خپله ګډون ونۀ کړو او د پاکستان سیاسي ناظرانو پرې خپل تحفظات ځکه څرګند چې پاکستان د افغانستان نزدې ګاونډي هېواد دے. د افغانستان د حالاتو د پاکستان پۀ سیاسي او اقتصادي حالاتو ژور اثرات دي، بلکې نن چې پۀ افغانستان کښې د امن و امان پۀ لړ کښې کومه ناقراري ده، د دې اثرات نېغ پۀ نېغه پۀ پاکستان پرېوځي. کۀ چرې د پاکستان خارجه وزیر پۀ خپله دې کانفرنس کښې ګډون کړے وے نو دا به د افغانستان خلقو ته پۀ خصوصي توګه او نړۍ ته پۀ عمومي توګه یو داسې پېغام ؤ چې پاکستان د پاره د ګټې او فائدې هم سبب جوړېدے شو. د دې کانفرنس خصوصیات دا وو چې د کانفرنس ګډون والو د افغانستان د اقتصادي مسئلو د هواري د پاره د 535 میلیونه ډالرو د مالي امداد ژمنه وکړه. دا پېسې به افغانستان کښې د ترقۍ پۀ مختلفو مدونو کښې خرڅ کولې شي. دلته دا خبره د اهمیت وړ ده چې دا 535 میلیونه ډالره به پۀ هغه مدونو کښې لګولے شي کوم چې کانفرنس کښې پۀ ګوته کړے شوي دي. د جمهوري عمل د پرمختګ د پاره خصوصي رقم ايښودے شوے دے. دې لړ کښې به راتلونکي کال د ولایتي کونسلونو او د رئیس جمهور د انتخابي عمل د پاره 16 میلیونه ډالره بېل کړے شوي دي. دغه شان د ماشومانو د خوراک او صحت د پاره 42 میلیونه ډالره ایښودے شوي دي. کۀ چرې دغه رقم پۀ ځاے ولګولے شي نو دا څۀ کم امداد نۀ دے. دې سره د افغانستان ډېر ستونزي هوارېدے شي او د خلقو مشکلات راکمېدے شي. خو ورسره ورسره به د افغانستان حکومت ته د خپل امدن زیاتولو د پاره کوششونه هم کول وي. د محصولاتو نظام کښې اصلاحات ضروري دي. د زراعت پۀ مد کښېې ترقي او صنعتي ترقۍ سره سره معدني ترقۍ ته خصوصي توجه ورکولو سره افغانستان پۀ خپلو پښو د ودرېدو جوګه کېدے شي. د افغانستان حکومت چې یوروپي هېوادونو سره تعلقاتو ته د ودې ورکولو د پاره کومې هلې ځلې کوي، دا د ستائینې وړ دي ځکه چې یورپي هېوادونه پۀ ډېرو مدونو کښې د افغانستان سره لاس امداد کولے شي.

    د دې کانفرنس یو اهم خصوصیت دا هم دے چې افغانستان کښې د وسله وال غورځنګ چې د طالبانو پۀ نامه شهرت لري، سره د خبرو د پاره اولسمشر ډاکټر اشرف غني د یوې دولس کسیزې جرګې اعلان هم وکړو. کۀ چرې دا جرګه جوړه شوه او دې خپل کار شروع کړو نو امکان دے چې د طالبانو او افغان حکومت تر منځه د خبرو عمل مخ پۀ وړاندې لاړ شي. د دې نه مخکښې هم یوه ډېره پراخه جرګه جوړه شوې وه، ولې هغه جرګې څۀ خاص نتیجې ورنۀ کړې، البته د حزب اسلامي مشر انجینئیر ګلبدین حکمتیار خپله وسله واله مبارزه پرېښوده او د افغانستان سیاسي عمل کښې ئې ځان او خپل ګوند شامل کړو. د نوې دولس کسیزه جرګې د اعلان نه چې کوم مثبت امیدونه پۀ نظر راځي، د هغې وجه د افغانستان پۀ اړه نړيوالې هلې ځلې دي.

    افغانستان کښې د دوامداره قراري او سولې د پاره د چین، روس، امریکا او هند شریک کوششونه د تېرو څو میاشتو راهسې روان دي.. پاکستان هم دې کوششونو کښې لګیا دے، خپل کردار لوبوي. د جنېوا کانفرنس نه مخکښې ماسکو کښې د ذکر شوو هېوادونو یوه غونډه دې لړ کښې شوې وه. دغه شان قطر کښې د افغان حکومت او د طالبانو د نمائندګانو ترمنځه د رابطو خبرونه هم راغلي دي. پاکستان کښې بندي د افغان طالبانو ځینې مشران هم ازاد شوي او غالباً افغانستان ته لېږلے شوي دي. دا ټولې هلې ځلې کۀ رایوځاے شي نو امکان موجود دے چې د طالبانو څۀ برخه افغان حکومت سره کښیني او دواړوه د افغانستان د ترقۍ او امن د پاره څۀ نتیجې ته ورسي. د طالبانو او امریکې ترمنځه د نېغ پۀ نېغه خبرو خبرونه هم راغلي دي. دا هم پۀ خپل ځاے اهمیت لري خو کۀ چرې د افغان حکومت او طالبانو تر منځه پۀ ی بل باور او اعتماد وده ومونده نو دا به ګټورې نتیجې ورکړي. دې سره به افغان ملت یو موټے شي، سوله به راشي او د امریکا او نېټو د فوځونو افغانستان کښې د موجودګۍ ضرورت او جواز به ختم شي. افغانستان به امریکا او نېټو ته مخه ښه ووائي. امریکا به هم د جنګ د بوختو نه وځي او دې منطقه کښې به امن او قراري راشي. د ترقۍ لارې به پرانستې شي او د دې کامیابۍ سېره به د افغانستان حکومت پۀ سر کمه او د طالبانو پۀ سر زیاته وي. دې ټول عمل کښې د پاکستان کردار د اهمیت وړ دے.

    د ګرانۍ پرله پسې چپې او مالیاتي ګډ وډي

    پرله پسې خبرونه دي چې د امروزه استعمال د څیزونو نرخونه ورځ تر ورځه پۀ بره روان دي. کوم څیز چې یو ځل ګران شي، بیا هغه چرته ارزان شوے نۀ دے. د امروزه استعمال خوراکي څیزونه د هر چا بنیادي ضرورت دے. د دې څیزونو د نرخونو اثر پۀ هر چا پرېوځي ولې پۀ هغه خلقو ئې ډېر خراب اثرات وي د چا امدن چې کم یا محدود وي. پۀ خاصه توګه نوکر پېشه خلق د ګرانۍ نه ځکه ډېر متاثر کېږي چې هغوي ته تنخواه بل څوک مقرروي. دا غریبانان کۀ څۀ مطالبه کوي نو کۀ هغه ونۀ منلې شي نو پۀ زړه تنخواه کار کولو ته مجبور وي. نوکري پرېښودې نۀ شي ځکه چې بله نوکري موندل پاکستان کښې ډېر ګران کار دے. پۀ ترقي کړي ملکونو کښې کۀ د چا یوه نوکري نۀ وي خوښه نو بله ونیسي، ځکه چې د روزګار ذریعې زیاتې وي. کارونه ډېر او کار کوونکي کم وي. باکستان کښې کار کوونکي ډېر او کارونه کم دي.

    کله چې بازار کښې د مختلفو څیزونو نرخونه اوچتېږي نو د خلقو د خولو د توپو مخه حکومت طرف ته شي. خلق دا پخه عقیده لري چې ګراني او ارزاني د ملک د مجموعي اقتصاد سره علاقه لري او اقتصادي پالیسي جوړلو د حکومت پۀ لاسو کښې دي.

    دغه شان د اقتصادي پالیسیو او مالیاتي پالیسیو او حالاتو خپلو کښې نزدې تړون دے. دلته باید چې دا حقییقت هم تر نظره وساتلے شي چې د ملک د اقتصادي او مالیاتي کړنلارې ټاکل د وفاقي حکومت ذمه واري ده. دغه وجه ده چې د امروزه استعمال د څیزونو نرخونه نزدې نزدې ټول ملک کښې یو شان دي.

    کله نه چې پۀ وفاقي کچ د محترم عمران خان حکومت جوړ شوے دے نو د ملک اقتصاد پۀ ښکته راروان شوے دے. مالیاتي ګډوډۍ ټول ملک خپله غېږه کښې اخستے دے. د زیاتې ابادۍ لۀ کبله حکومت مجبور دے چې د امروزه استعمال خوراکي څیزونه ارو مرو د نورو ملکونو نه راوغواړي ـــ خو پۀ دې ډېره زیاته خارجه سکه لګي. د مثال پۀ توګه پاکستان هر کال د اربونو روپیو چاے راغواړي. دغه شان د اربونو روپیو خوراکي تېل )غوړي( دالونه وغېره د بهر ملکونو نه راغوښتے شي. پټرولیم مصنوعات هم د کهربونو روپیو د بهر نه راځي ـــ خو د دې ضروري څیزونو نه علاوه هغه څیزونه هم د اربونو ډالرو پۀ بدل کښې د نورو ملګونو نه راغوښتے شي چې د عامو خلقو د ضرورت نۀ دي ــــ لکه فوځ او پولیس ته قیمتي او جدیده وسله، موټرې، لارۍ، د رېل انجنونه، غټ واړۀ مشینان، داروګان او پاکستاني صنعتونو کښې د استعمال نور څیزونه هم د بهر نه راځي. د دې پۀ بدل کښې پاکستان صرف مالوچ او لږ مقدار کښې وریژې بهر لېږي. د دنیا سره زمونږ ډېره زیاته تجارتي خساره ده. بهر ملکونو سره زمونږ تجارت د امریکائي ډالر پۀ ذریعه کېږي. مونږ سره دومره ډالرې نشته چې د نورو ملکونو نه پرې د خپل ضرورت څیزونه راوغواړو. البته چې کوم افرادي قوت بهر لېږلے دے، هغوي پاکستان ته خارجه سکه رالېږي او نن چې د ملک اقتصاد ته څۀ نه څۀ اړم ورکړے شوے دے. د دغه مزدور کاره خلقو محنت او خواري ده چې د عربي ملکونو پۀ سختو شرائطو کښې کوي. امریکې، برطانیې او نورو کافر ملکونو کښې هم زمونږ د ملک خلق کار روزګار کوي، هغوي پاکستان ته خارجه کرنسي رالېږي. کومو ملکونو سره چې زمونږ مضبوطې اقتصادي اړیکې دي، د هغه ملکونو خلاف پاکستان کښې زبردسته پروپېګنډه روانه ده. دغه هېوادونه زمونږ میډیا، سیاستدانان او تر څۀ حده حکومت هم خپل دښمنان ګڼي. کۀ دا سلسله هم دغه شان روانه پاتې شوه نو زمونږ اقتصاد به نور هم د ګډوډۍ سره مخ شي او مونږ به پۀ یو داسې ګرداب کښې ګېر شو چې د خلاصي لاره به مو نۀ وي. چین زمونږ ګاونډي ملک دے، زمونږ ورسره دومره تجارتي اړیکې دي چې غېر ضروري څیزونه ترې درز کښې پاکستان ته راروان دي. خو د هغې پۀ بدل کښې مونږ سره هېڅ داسې څیز نشته چې چین ته ئې ولېږو. دغه وجه ده چې چین سره زمونږ ډېره زیاته تجارتي خساره ده چې زمونږ پۀ اقتصاد ئې منفي اثرات دي. چین کښې زمونږ افرادي قوت بیخي نشته ځکه چې چین ته د خارجه انساني وسائلو ضرورت نشته.

    موجوده حکومت د مختلفو مالیاتي مسئلو ښکار دے. حکومت لګیا دے د مختلفو ملکونو او مالیاتي ادارو نه د قرضې اخستلو کوششونه کوي، ولې کومو ملکونو چې د مالي امداد ژمنې کړې دي، دا دومره نۀ دي چې د پاکستان موجوده مالیاتي کمزورۍ ته اړم ورکړے شي. حکومت د بېن المللي مالیاتي پنګې (IMF) سره د قرضې لپاره خبره کښې اخته دے، ولې تر اوسه څۀ کوټلې نتیجه مخې ته نۀ ده راغلې ـــ دا وئیلے کېږي چې د اٰئي اېم اېف شرطونه ډېر سخت دي. پاکستان نۀ خو د اٰئي اېم اېف نه بغېر شل کولے شي او نۀ د اٰئي اېم اېف مطلوبه معلومات ورکولو ته بوجوه تیار ښکاري. د ټولو نه لویه بد بختي دا ده چې حکومت د قرضونو او امدادونو اخستو د پاره د “ملګرو” ملکونو سره څۀ ورکړه راکړه کوي، هغه شرطونه هم نۀ ښکاره کوي. ګمان دا کېږي چې پاکستان د خلیج نه مرسته اخستو د پاره د یمن جنګ او د ایران سره بدۍ ته نزدې کېږي. دا به د یو نوي جنګ اغاز وي. تر څو چې د اٰئي اېم اېف خبره ده نو دا د ملګرو ملتونو یوه مالیاتي اداره ده او مقصد ئې د ممبر ملکونو پرېوتې مالیاتي ګډوډۍ یا اقتصادي کمزورتیا ته اړم ورکول دي. د دې نه استفاده کول د هر ملک حق دے. نننے عالمي اقتصاد او مالیاتي نظام پۀ قرضونو ولاړ دے خو قرضونه د اقتصادي ترقۍ او تجارتي مقصدونو د پاره پۀ استعمال کښې راوستل پکار دي چې ملک پۀ خپلو پښو د ودرېدو جوګه شي او فائده ئې عامو خلقو ته ورسي.

    پۀ اخر کښې باید چې مونږ دا حقیقت پۀ نظر کښې پرله پسې وساتو چې نورو ملکونو سره د تجارتي خسارې یا تاوان پۀ نتیجه کښې به د پاکستان د روپۍ قدر کمېږي او دې سره به د څیزونو نرخونه ارومرو اوچتېږي. دا لړۍ به هم دغسې روان وي تر څو چې حکومت یوه کوټلې اقتصادي منصوبه بندي نۀ وي کړې او د ملک دننه ئې پېداواري مدونو کښې د سرمایه کارۍ د پاره لارې ګودرې نۀ وي برابرې کړي. د نورو ملکونو نه ئې د غېر ضروري څیزونو درامد نۀ وي ودرولے او ملکي پېداوار د پاره ئې نورو ملکونو کښې منډۍ یا مارکیټونه نۀ وي کتلي. صرف پۀ سیاسي چغو مونږ خپل معیشت ته اړم نۀ شو ورکولے.

    ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

     

  • پۀ خبر زما نظر – لیاقت سیماب

     

    ضمني انتخابات ته یوه کتنه

    د اکتوبر پۀ څوارلسمه نېټه ټول پاکستان کښې د صوبائي او قومي اسمبلیو هغه چوکیو د پاره انتخابات وشول چې هغه ممبرانو خالې کړې وې چې د یوې نه ئې زیاتې چوکۍ ګټلې وې او یا هغه چوکیو باندې انتخابات وشول چې د نور څۀ وجوهات لۀ کبله پرې پۀ پنځویشتمه جولایۍ انتخابات نۀ وو شوي. دغه شان پۀ یویشتم اکتوبر پۀ هغه چوکیو باندې انتخابات وشول چې د عامو انتخاباتو نه پس پۀ څۀ وجه ممبرانو خالي کړې وې.

    دې انتخاباتو د عامو انتخاباتو نه مختلفې نتیجې ورکړې. روایات خو دا دي چې اکثر د ناست حکومت امیدواران انتخابات ګټي ځکه چې ناست حکومت ټګي ټوري هم کولې شي او پۀ ووټرانو دباو هم اچولے شي. بله دا چې ځینې ووټران یا د علاقې اثر لرونکي قوتونه د وخت د حکومت نه د فائدو اوچتولو پۀ لالچ کښې د حکومتي ګوند د امیدوار مرسته کوي. بله دا چې پۀ عامو انتخاباتو کښې چې کوم ګوند کوم نشست ګټلے وي، ضمني انتخاباتو کښې اکثر هم هغه ګوند خپل نشست هم اخستو کښې بریالے کېږي خو کله چې نتیجه د دې اپوټه راوخېژي نو دا د یو ډېر غټ سیاسي بدلون علامت ګڼلے شي.

    اوسني ضمني انتخاباتو کښې واکمن ګوند تحریک انصاف نۀ صرف د هغه ګټلو شوو چوکیو نه لاس ووینځل کومې چې د ګوند مشر او وزیر اعظم عمران خان ګټلې وې بلکې ورسره ورسره ئې نورې ګټلې چوکۍ هم بائیللې. دلته دا خبره د کولو جوګه ده چې سوات کښې د پښتونخوا د اسمبلۍ دوه هغه چوکۍ عوامي نېشنل پارټۍ او مسلم لیګ )ن( وګټلې کومې چې عامو انتخاباتو کښې تحریک انصاف ترلاسه کړې وې. دې نتیجې نۀ صرف تحریک انصاف فکرمند کړو بلکې د پښتونخوا وزیر اعليٰ هم ډېرې پرېشانۍ یوړو ځکه چې د وزیر اعليٰ محمود خان تعلق هم د سوات سره دے. دغه شان پېښور کښې هغه نشست د عوامي نېشنل پارټۍ امیدوار صلاح الدین مومند پۀ ضمني انتخاباتو کښې ترلاسه کړو کوم چې عامو انتخاباتو کښې د پښتونخوا اوسني ګورنر محترم شاه فرمان پرېښودے ؤ. دې نشست باندې د صلاح الدین مومند مقابلې ته د شاه فرمان ورور ذوالفقار خان ولاړ ؤ. محترم ګورنر د ذکر شوې چوکۍ د تحریک انصاف د لاسه د تلو وجه خپل ورور ګڼي حالانکې دا وجه نۀ ده. کۀ چرې د ګورنر صاحب ورور د تحریک انصاف امیدوار نۀ وے، بل څوک وے نو بیا به هم دا څوکۍ د عوامي نېشنل پارټۍ امیدوار ګټله او د اخستو ووټونو نه به ئې زیات ووټونه ترلاسه کول ځکه چې دې حلقه کښې عوامي نېشنل پارټي روایتي مقبولیت لري او ورسره ورسره د نورو سیاسي ګوندونو فعاله کارکنانو هم تر څۀ حده خپل ووټونه د عوامي نېشنل پارټۍ د امیدوار پۀ حق کښې استعمالولو نه بغېر بله لار نۀ لیدله. دا انتخابات اګرچې د وروستي هم وو، د تحریک انصاف انتخابي وعدې چې حکومت کښې راتلو سره ټق تق ماتېږي، دا هم د تحریک انصاف پۀ ووټ بېنک کښې د کمي نتیجه ده.

    نوښار او صوابۍ کښې تحریک انصاف خپل ضمني انتخاباتو کښې خپل پوزیشن پۀ ځاے وساتلو خو دې کښې د تحریک انصاف څۀ کمال نشته بلکې نوښار کښې د مخکښیني وزیر اعليٰ پروېز خټک هغه انتخابي کړنلاره ده کومه چې دے د مودو راهسې پۀ کار راولي. پروېز خټک هېڅ څۀ سیاسي فکر یا نظریه نۀ لري بلکې هر چا سره د خپلې ملګرتیا اظهار کوي. چرته کۀ د پېسو ضرورت وي نو دے پۀ خلاص مټ د پېسې نه کار اخلي او کۀ چرته د حکومت د طاقت او وسائیلو د استعمال ضرورت وي نو د هغې د استعمال نه دے کله هم ډډه نۀ کوي.

    صوابۍ کښې تحریک انصاف ځکه خپل نشست واپس وګټلو چې د صوبائي اسمبلۍ امیدوار د قومي اسمبلۍ د محترم سپیکر اسد قېصر ورور ؤ. اسد قېصر کۀ د صوبائي اسمبلۍ سپیکر ؤ او کۀ اوس د قومي اسمبلۍ سپیکر دے، خپله عهده ئې د سیاسي مفاداتو د پاره پۀ کار راوستې ده او لګیا دے راولي ئې. بله دا چې صوابۍ کښې نور ټول ګوندونه د عوامي نېشنل پارټۍ خلاف ولاړ وو. کۀ پۀ اوچته سطح د سیاسي ګوندونو مشران د عوامي نېشنل پارټۍ د امیدوار حمایت هم اعلان کړے ؤ، ولې پۀ مقامي کچ د ټولو سیاسي ګوندونو ووټ د هر هغه چا پۀ حق کښې استعمالېږي د چا پوزیشن چې د عوامي نېشنل پارټۍ خلاف مضبوط وي. تحریک انصاف د دغه رجحان او روایاتو نه فائده اوچته کړه. د ملاکنډ ډویژن نه علاوه باقي ټوله صوبه کښې تقریباً دغه رجحان دے. یعني یو طرف ته عوامي نېشنل پارټي ده او بل طرف ته پۀ مقامي کچ د دې ګوند د مقامي مشرانو یا امیدوارانو روایتي مخالفیین دي. د دې مخالفینو سیاسي نظریات دومره پاخۀ نۀ دي خو د چا کوم سیاسي ګوند پوزیشن چې مضبوط وي نو دا خلق د هغه ګوند سره ملګرتیا کښې خپلې فائدې ګوري. دا مقامي قوتونه ټوله پښتونخوا کښې موجود دي. دوي اول د رنجیت سنګهـ مرسته کړې وه، بیا د انګرېزانو پلویان شو، وروستو مسلم لیګیان شول. ورپسې ئې د پیپلز پارټۍ لمن ونیوه او اوس ئې عمران خان خپل مشر کړو. دا خلق پۀ انتخابي نتیجو ژور اثرات اچوي.

    دلته دا حقیقت هم د نظره د غورځولو نۀ دے چې د تحریک انصاف د موجوده حکومت کارکردګۍ هم د ضمني انتخاباتو پۀ نتیجو اثرات غورځولي دي. د حکومت د انتظامي او مالیاتي تګ لارې پۀ وجه ملک کښې بې روزګاري زیاته شوې ده. د امروزه استعمال د څیزونو نرخونو کښې ورځ تر ورځه زیاتے روان دے. تنخاداره طبقه خو بیخي مایوسه شوې ده. ملک کښې د سرمایه کارۍ پۀ لارو کښې خنډان مخې ته راغلي دي. حکومت د عامو خلقو باور بائیللے دے. د دې ټولو حقائقو پۀ ضمني انتخاباتو اثرات قدرتي او منطقي دي.

    افغانستان کښې پارلېماني انتخابات

    پۀ شلم اکتوبر افغانستان کښې د اولسي جرګې د پاره انتخابات وشول. دا انتخابات د خصوصي اهمیت وړ وو ځکه چې دا انتخابات پۀ داسې شرائطو کښې سر ته ورسېدل چې د افغانستان ځینې برخو کښې د امنیت وضع تسله ناکه نۀ وه. د دې انتخاباتو بل اهمیت دا ؤ چې دا د ټاکلي تاریخ نه ډېر کلونو پس وکړے شول.

    د اولسي جرګې ټولې چوکۍ دوه نیم سوه دي او دې د پاره دوه نیم زره پینځۀ شپېتۀ امیدواران پۀ مېدان کښې ولاړ وو چې څلور سوه اوولس ښځې پۀ کښې هم وې. د رایې ورکوونکو مجموعي تعداد نهه اتیا لکهه اتلس زره ؤ. ټول ټال اووۀ زره درې سوه پینځۀ پنځوس پولنګ سټېشنونه وو خو سل د پاسه پینځۀ زره پکښې فعال ولیدے شول. اویا زره افغان امنیتي اهلکار انتخابي عمل کښې د الېکشن کمېشن مدد ته تیار ولاړ وو. د قندهار او غزني ولایتونو کښې د امنیت غېر تسله ناکه حالاتو د کبله دې دوه ولایتونو کښې ووټونه اچول ځنډولے شوي وو.

    د طالبانو پۀ نوم شهرت لرونکو وسله والو قوتونو د دې انتخاباتو د بائیکاټ اعلان کړے ؤ او ورسره ورسره ئې د خلقو نه دا غوښتنه کړې وه چې دې انتخاباتو نه ځانونه لرې وساتي ولې د دې باوجود د خبرونو مطابق زیات شمېر خلقو د خپلو رایو استعمال وکړو. پۀ ګڼ تعداد کښې ښځو هم ووټونه واچول. خبرونو کښې د مرګ ژوبلې خبرونه هم رارسېدلي دي. ځینې ځایونو کښې ځان وژونکي بریدونه وشول او پۀ نتیجه کښې ئې پۀ مجموعي توګه څلور څلوېښت اولسي وګړي او امنیتي اهل کار پۀ حق ورسېدل. البته دا خبر د تسلۍ دے چې انتخاباتو کښې برخه اخستونکو یو بل سره څۀ داسې جنګ جګړه نۀ ده کړې چې نتیجه کښې مرګ ژوبله منځ ته راغلې وي.

    د اولسي جرګې د پاره اوسني انتخابات د زیات اهمیت وړ ځکه دي چې دا ډېره موده پس وکړے شول. یاده دې وي چې اخري انتخابات د مخکښيني اولسمشر ښاغلي حامد کرزي د دوېمې دورې پۀ ابتداء کښې شوي وو. پینځۀ کاله پس انتخابات کول وو. دا سیاسي تقاضه وه ولې حکومت پۀ وخت د پارلېمان د اهم ایوان اولسي جرګې انتخاباتو کولو کښې د پرله پسې ناکامیو سره مخ ؤ. دې صورت حال د افغانستان جمهوریت عمل ته غټ زیان رسولے ؤ. د اولسي جرګې انتخابات نۀ کولو سره پۀ ملک کښې د شکونو او غېر یقیني حالاتو فضا جوړه کړې وه. د افغانستان د اساسي قانون )ائین( تر مخه اولسمشر ډاکټر اشرف غني ته د وزیرانو ټاکلو کښې مشکلات او ستونزې پۀ مسلسله توګه مخې ته وي. چونکې افغانستان کښې پارلېماني انتخابات د سیاسي ګوندونو پۀ نامه نۀ کېږي خو بیا هم مختلفو سیاسي ګوندونو خپل امیدواران انتخابي مېدان ته کوز کړي وو. حزب اسلامي هم خپل امیدواران ودرولي وو. د انجینئیر ګلبدین پۀ مشرۍ کښې حزب اسلامي پۀ وړومبي ځل انتخابي عمل کښې برخه واخسته ولې د راغلو خبرونو تر مخه ئې هغه کامیابي ترلاسه نۀ کړې شوه د کومې توقع چې پاکستان کښې ځینې خلقو کوله. بهر حال دا انتخابات یوه غټه کامیابي ده.

    د پاکستان پۀ قرضونو ولاړ اقتصاد او مالیاتي نظام

    خبرونه دي چې د پاکستان حکومت خپل اقتصاد او مالیاتو ته اړم ورکولو د پاره بېن المللي مالیاتي ادارو او ځینې ملکونو نه قرضه غوښتې ده. دا څۀ نوې خبره نۀ ده. د پاکستان ټول اقتصاد او مالیاتي نظام د مالداره هېوادونو او بېن المللي مالیاتي ادارو نه وخت پۀ وخت اخستے شوو قرضو باندې ولاړ دے. د حکومت چې څومره اخراجات دي، دومره ئې امدن نشته بلکې د ملک مجموعي وسائل دومره نۀ دي څومره چې حکومتي اخراجات دي. دغه وجه ده چې هر حکومت خارجه قرضونو اخستو باندې مجبوره وي.

    کوم نوے حکومت چې پاکستان کښې جوړ شي، هغه دا ژړا شروع کړي چې خزانه تېرو واکمنو کورونو ته وړې ده او مونږ ته خالي خزانه پاتې ده. خلق ورته لاسونه وپړقوي او دا ځکه چې د عامو خلقو حافظه ډېره کمزورې ده، صرف نن ورته ښکاري؛ پرون ترې هېر وي او د سبا فکر د دوي فطرت کښې نشته.

    وائي چې حکومت د بېن المللي مالیاتي پنګې (IMF) نه د خپلو نه د خپلو ضرورتونو پوره کولو د پاره اوس اوولس اربه ډالره قرض غوښتے دے. د حکومت د دغې هڅې د هر طرف نه غندنه کېږي بلکې خلق ورپورې خنداګانې کوي ځکه چې عمران خان چې د حکومت نه بهر ؤ نو پۀ حکومت به ئې د اٰئي اېم اېف نه د قرضو اخستلو پۀ سختو ټکو کښې داسې مخالفت کولو لکه چې دا د حکومت یو غټ جرم وي او چې دے کله واک لاسو کښې واخلي نو دے به د چا نه قرض نۀ اخلي. داسې برېښي چې دے د حکومت د مجبوریو نه نۀ ؤ خبر، صرف پۀ هوا کښې ئې سیاسي الوت کولو. د عمران خان دې لړ کښې هره خبره د بده مرغه کۀ ټولو خلقو ته نۀ ده یاده نو د ټیليوژن چېنلو پۀ وډیو لائبرېریو کښې خوندي ده او د ضرورت مطابق ئې مختلف ټي وي چېنلونه خلقو ته د یادونو د پاره نشر کوي.

    د اٰئي اېم اېف نه علاوه عمران خان د سعودي عرب نه هم د مالي امداد غوښتنه کړې ده او د عمران خان د وېنا مطابق سعودي عرب سره دې لړ کښې یوه لوظنامه شوې ده چې تر مخه به ئې سعودي حکومت پاکستان ته تېل د درې کالو د پاره پۀ قرض ورکوي. مطلب دا چې کله تېل ملک کښې خرڅ شي نو د هغې قیمت به ادا کوي. د دې قرضې مالیت د درې کالو د پاره پۀ مجموعي توګه نهه اربه ډالره دے. دا هم د ګردشي قرضې (Circular Debt) یو قسم دے چې د بجلۍ د پېداوار پۀ لړ کښې ملک د مخکښې نه ګېر دے.

    دغه شان سعودي عرب به پاکستان سره نورې مالي مرستې هم کوي، ولې دا ټولې مرستې نېغ پۀ نېغه نۀ دي؛ دا د سرمایه کارۍ پۀ ذریعه دي چې کۀ چرې حالات سازګار وي نو ډېر فائده به ې سعودي عرب ته وي ځکه چې سعودي عرب داسې مالي مدد کله هم نۀ شي کولے چې د سعودي عرب فائده پۀ کښې نۀ وي. دلته د ذکر وړ خبره دا ده چې د دغه رقم لوظنامو عبارت پټ دے. کۀ چرې پۀ دې پۀ پارلېمان کښې بحث ونۀ شو نو دا لوظنامې به پټې پاتې شي او دې سره به نۀ صرف د ملک دننه شکونه پېدا شي بلکې د ملک نه بهر به نورو هېوادونو کښې هم داسې شکونه خوارۀ شي چې کۀ حقیقت هر څۀ وي، نتیجې به ئې د پاکستان او سعودي دواړو پۀ حق کښې منفي وي او دا ځکه چې د سعودي عرب د ګاونډي هېوادونو سره اړیکې ښې نۀ دي. پاکستان ته خو د مالي اړم ورکولو ضرورت دے، ولې سعودي عرب ته د خپلې بقاء ضرورت دے. د سعودي حکومت خپلو خلقو ته جواب دِه نۀ دے. دغه وجه ده چې ملک کښې به ورته څۀ مسئله نۀ وي ولې د سیمې هېوادونه او غټ طاقتونه به ارو مرو شکونه کوي. کتے به شي چې د پاکستان د حکومت دعوې تر څۀ حده پوره کېدے شي او پۀ دې لوظنامو به تر څۀ حده عمل وشي. پاکستان کوشش کوي چې د چین او متحده عرب اماراتو نه هم څۀ نه څۀ مالي مدد ترلاسه کړي. خو دا دواړه هېوادونه هم اول خپل مفادات ګوري. دوي سرمایه کاري کولو کښې زیات غرضي دي، مالي مرسته د دې هېوادونو د خارجه کړنلارې برخه نۀ ده. دا هېوادونه خصوصاً چین د پاکستان د پاره خپله کړنلاره نۀ شي بدلولے. بل طرف ته اٰئي اېم اېف دے. اٰئي اېم اېف نه قرضه اخستل د هر هېواد حق دے خو کوم ملک چې قرضه اخلي، هغه به د دې عالمي مالیاتي ادارې شرطونه ضرور پوره کوي. پاکستان د دې شرطونو پوره کولو سره د مخکښې نه عادي دے او څۀ مسئله به ورته نۀ وي. خو اصل خبر د دې قرض واپس کول دي. قرض اخستل د خوشحالۍ خبره نۀ ده البته د ورلډ بېنک یا اېشین ډوېلپمنټ بېنک نه د خاصو ترقیاتي منصوبو د پاره قرض اخستل بده خبره نۀ ده. قرضونه د نړۍ ترقي کړي هېوادونه هم اخلي. دا د جدید اقتصادي نظام یوه تقاضه ده خو شرط دا دے چې دا هغه ترقیاتي کارونو د پاره پۀ کار راوستے شي چې نتیجه کښې مختلفو شعبو کښې پېداوار زیات شي او د ملک اقتصاد ورسره مضبوط او توان مند شي.

    د پاکستان د اقتصادي او مالیاتي مسئلو حل صرف قرضو کښې نۀ دے پروت بلکې دا مسئلې هله هوارېدې شي چې حکومت، سیاسي ګوندونه او میډیا رښتیا وئیل شروع کړي. مطلب دا چې هغه مدونه پۀ ګوته کړے شي کومو کښې چې د ضرورت نه زیات اخراجات کول مجبوري ده. دې لړ کښې به سیاسي سټېټس کو بدلول دي. د ملک سیاسي او اقتصادي بنیادونه به بدلول وي. یعني خارجه پالیسي به بیخي بدلول وړومبے قدم وي. ګاونډي هېوادونو سره به کۀ د وینې ممکن نۀ وي نو جنګي صورت حال به بیخي ختمول وي. مالیات او اقتصاد به دستاوېزي کول وي. د انکم ټېکس دائره به غځول وي. زرعي انکم ټېکس به نافذ کول وي. مني لانډرنګ به سنګین جرم ګڼل وي. د حوالو پۀ ذریعه به د نورو ملکونو نه د پېسو رالېږلو ټولې لارې به پۀ هر صورت کښې بندول وي. پۀ خصوصي توګه د چین سره درامدي پالیسي به د سره جوړول وي. د عمرو پۀ لړ کښې به د ملک اقتصاد پۀ نظر کښې ساتل وي او دې کښې به توازن پېدا کول وي. پاکستان یو وفاقي ملک دے. د اولس د خېر ښېګړې ټولې محکمې د صوبائي اختیاراتو د فهرست برخه ده. پۀ وفاقي کچ غېر ضروري محکمې او وزارتونه د ملک پۀ اقتصاد او بجټ یو غټ پېټے دے. دا پېټے غېر ائیني هم دے. دا پېټے قوم د اوږو نه کۀ زر تر زره کوز نۀ کړے شو نو د دې به د ملک پۀ اقتصاد منفي اثرات ورځ تر ورځه زیاتېږي. د فوځي او سول بیوروکرېسۍ سره سره د حکومتي ملازمینو سائز (size) د ضرورت مطابق کول انتهائي ضروري کار دے. پېداواري مدونو کښې د روزګار او د ملازمتونو ذریعو پېدا کولو ته توجه ورکول د ملک د اقتصاد بنیاد جوړول پکار دي. خو سوال دا ولاړېږي چې ایا د عمران خان حکومت دا توان او دا صلاحیت لري چې تجویز شوي قدمونه پورته کړي؟ کۀ چرې داسې وشو نو دې سره به د پاکستان د خلقو قسمت بدل شي.

    د جمال خشوګي قتل

    ترکي کښې د سعودي عربو د یو مشهور صحافي جمال خشوګي د قتل افسوس ناک خبر نۀ صرف پۀ ټوله نړۍ کښې خور شو بلکې د ازادې نړۍ د خوا سخت ردعمل هم د یو ګرم خبر پۀ شکل کښې عالمي میډیا خور کړو.

    دا قتل پۀ دې اساس ځانګړے اهمیت لري چې دا پۀ ترکي کښې د سعودي عربستان پۀ سفارت خانه کښې شوے دے. د دې قتل پۀ حق له رنګ رنګ خبرونه خوارۀ شوي دي. د یو خبر تر مخه پۀ دوېم اکتوبر جمال خشوګي استنبول ته پۀ دې غرض ورسېدو چې هلته خپلې چنغلې سره وادۀ وکړي. دې لړ کښې دے د سعودي عربستان قونصلګرۍ ته لاړو او بیا د هغه ځاے نه واپس رانۀ غلو. دا خبر د ترکي د حکومت لۀ خوا خور شو. عالمي رایه عامه او هېوادونو پۀ دې پېښې سخت ردعمل څرګند کړو. د نړیوال فشار او ترکي د حکومت د دباو پۀ وجه وروستو د دۀ مړے د سعودي عربستان د قونصل جنرل د کور پۀ چمن کښې وموندلے شو.

    د سعودي عربستان حکومت هم د دې پېښې غندنه وکړه او ګڼ لوړ رتبه حکومتي چارواکي ئې د خپلو چوکیو نه لرې کړل او ډېر شکمن کسان پۀ سعودي عربو کښې ګرفتار کړے شول. د امریکې صدر ټرمپ خو اول د سعودي حکومت د موقف هرکلے وکړو، ولې وروستو د خپل دریځ نه لاس پۀ سر شو او د سعودي حکومت د کردار غندنه ئې وکړه. د ترکي اولسمشر طیب اردګان دې لړ کښې اعلان وکړو چې د ترکي حکومت به د دې پېښې پلټنې کوي. دے دریځ لري کۀ هر څومره دا پېښه د سعودي سفارت کښې شوې ده خو پۀ دې د سفارتي قوانینو اطلاق نۀ کېږي نو ځکه ترکي حق لري چې تحقیقات ئې وکړي.

    د جمال خشوګي پۀ قتل د دنیا پوهه رایې ځکه غمژنه او فکرمنده ده چې نوموړے صحافي یو جمهوریت خوښے او د بشري حقونو علمبردار ؤ. دے د سعودي نظام سخت ناقد ؤ او وخت پۀ وخت به ئې داسې مضمونونه لیکل چې د سعودي واکمنو د خوښې به نۀ وو. د ځینې خلقو شک دا دے چې دے د یو سازش لاندې هغه قوتونو وژلے دے چې د دۀ د ازاد او جمهوري سوچ سره اتفاق نۀ لري. دغه شکونو سعودي واکمن هم فکرمند کړي دي. دا هم برېښي چې سعودي واکمنو کښې هم دې لړ کښې بې اتفاقي ده. د سعودي حکومت دا دریځ دے چې استنبول کښې د سعودي قونصلګرۍ کښې د چارواکو سره د جګړې پۀ نتیجه کښې دے وژلے شوے دے. د سعودي حکومت د دعوې پۀ ځواب کښې پوښتنه دا پېدا کېږي کۀ چرې دے د جګړې نتیجه کښې مړ شوے وي نو جګړه خو یو کس ځان سره نۀ شي کولے. دې کښې به نور خلق هم شریک وو، هغوي کۀ مړۀ نۀ دي نو زخمي یا ژوبل شوي ولې نۀ دي؟ بهرحال دې قتل د ټولې نړۍ صحافیان فکرمند کړي دي او ورسره ورسره د سعودي واکمنو خلاف عالمي رایه عامه مخې ته راغلې ده. امریکې او نورو جمهوري هېوادونو د خوا هم سخت ردعمل سعودي واکمن د فکرمندۍ سره مخ کړي دي. پاکستان نه دې لړ کښې د څۀ کردار توقع پۀ دې وجه هم نۀ شي کېدے چې دلته پۀ خپله میډیا د بندېزونو او د میډیا خلقو نه د روزګارونو تروړلو ناوړه لړۍ شروع ده. میډیا نېغ پۀ نېغه د بندېزونو او سنسرشپ سره مخ ده. د جمال خشوګي داسې وحشیانه مرګ سره کۀ ملل متحد سنجیده او مستقل ګامونه پورته کړي نو پۀ نړیوال کچ د صحافت او قلمونو نه د هغه بېړیو د لرې کېدو امکانات پېدا کېدے شي چې دا وخت ئې صحافت یرغمال کړے دے.

    د پیو )شودو( پۀ حقله یو عجیبه خبر

    د صحت د عالمي ادارې (WHO) د خوا یو رپورټ کښې وئیلے شوي دي چې پاکستان کښې څوارلس کروړه لیټره شودۀ پېدا کېږي، ولې بازارونو کښې پنځوس کروړه لیټره شودۀ خرڅېږي. دا خبر عجیبه هم دے د خندا هم دے، خو پۀ اصل کښې یو افسوس ناک رپورټ دے. د پاکستان د خلقو د پاره خو د فکرمندۍ خبره ده، ولې د حکومت د پاره د شرم مقام دے.

    د دې رپورټ نه دا حقیقت څرګندېږي چې پاکستان کښې د څاروو نه څوارلس کروړه لیټره شودۀ اخستے کېږي او دا باقي پاتې شودۀ یا خو مصنوعي طریقه باندې د کیمیائي عملیاتو پۀ ذریعه جوړېږي او یا پکښې ساده اوبۀ ګډولې شي.

    مونږ روزانه پۀ میډیا دا خبرونه او رپورټونه ګورو لولو او اورو چې بازارونو کښې چې کوم شودۀ خرڅېږي، هغې کښې نقصان ورکوونکي کېمیائي مواد ګډولے شي. دا قسم پۍ ضائع کولے شي ولې د سزا څۀ خبر نۀ راځي. دا یو سنګین او ناقابل برداشت جرم دے خو داسې ښکاري چې د دې جرم کوونکو کۀ داسې څۀ سزا د ملک قانون کښې نشته څومره چې پکار ده. خوراکي څیزونو کښې هغه مواد ګډول خو انتهائي سنګین جرم دے کوم چې د انساني صحت د پاره مضر وي. پیو کښې ساده اوبۀ ګډول او کیمیائي مواد ګډولو کښې فرق دے نو ځکه دا جدا جدا جرمونه هم دي. کۀ چرې د دې جرم مخنیوے ونۀ شو نو د دې اثرات به زمونږ د خلقو پۀ صحتونو ضرور منفي وي.

    پاکستان کښې د بده مرغه د پیو استعمال ډېر زیات دے او د دې وجه د پیو چاے دي، حالانکې چایو کښې پۍ اچول هېڅ څۀ فائده نۀ لري بلکې نقصان دے. کۀ چرې د صحت محکمې دې طرف ته پاملرنه وکړي او خلق د پیو د چایو د نقصاناتو نه خبر کړے شي نو تر کافي حده د پیو استعمال کښې کمے راتلے شي چې نتیجه کښې به ئې خلقو ته سوچه پۍ پۀ لاس ورتلل ممکن شي.

     

  • پۀ خبر زما نظر – لیاقت سیماب

    مني بجټ

    د عمران خان نوي وفاقي حکومت پۀ خلاص مټ قومي اسمبلۍ کښې د بجټ د پاسه نوے بجټ پېش کړو. دا رقم بجټ ته مالیاتي ژبه کښې ‘مني بجټ’ یا ‘ورکوټے بجټ’ وئیلے کېږي. پخوا چې به کله یو حکومت بې وخته څۀ مالیاتي حکمنامه جاري کړه یا به ئې څۀ نوي محصولونه لګول نو خلقو به دې ته د ‘مني بجټ’ نوم ورکړو. خو حکومت به دا پۀ ځان یو الزام وګرځولو او د دې تردید به ئې وکړو. موجوده حکومت د مني بجټ تور نۀ صرف پۀ ځان پورې کړو بلکې پۀ دې فخر هم کوي.

    مني بجټ عمومي توګه باندې هغه ملکونو کښې مخې ته راځي چرته چې اقتصادي او مالیاتي نظامونه کمزوري او بې اثره وي، چرته چې سیاسي عدم استحکام وي، چرته چې اقتصادي او مالیاتي ګاډي ته د مخکښې تلو لاره نۀ وي معلومه.

    د دې مني بجټ خصوصیت دا دے چې تېر بجټ چې عام اولس څومره زورولے ؤ، دې بجټ نور وزورولو. د دې پۀ ذریعه د خزانې وفاقي وزیر اسد عمر د خپل قابلیت پۀ اساس د یو سل اتۀ اویا (178) اربه روپیو د ټېکسونو یو دروند بار د زورلي شوي اولس پۀ کمزورو اوږو واچولو. څرګنده ده چې د پاکستان اولس به دا بوج اوچت نۀ کړے شي.

    ورسره ورسره ئې د قدرتي ګېس پۀ قیمت کښې دومره زیاتے وکړو چې خلق ورته ځکه ګوته پۀ خولۀ دي چې هم دغه اسد عمر پۀ تېر حکومت کښې د ګېس پۀ نرخونو کښې د اضافې تورونه پورې کول او دا نرخونه ئې د نړيوال بازار پۀ مقابله کښې ډېر زیات ګڼل. یاده دې وي چې د قدرتي ګېس پۀ نرخونو کښې یو سل درې څلوېښت (143%) فيصد اضافه شوې ده چې یوه زوروونکې اضافه ده. د حکومت لۀ خوا د بجلۍ او پټرولو نه واخله پۀ نورو څیزونو هم قیمتونو کښې د اضافې وړاندیزونه د اولس پۀسر لکه تېرۀ خنجرونه ځوړند دي.

    پۀ ذکر شوي مني بجټ د هرې غاړې نه د تنقید ناتاره باران روان دے. پخواني صدر اٰصف زرداري دې بجټ ته ‘مني ډرامه’ وئیلې ده. قومي اسمبلۍ کښې د مخالفې ډلې مشر میا شهباز شریف د دې بجټ هر اړخ غندلے دے. د عوامي نېشنل پارټۍ مشر الیاس احمد بلورر پۀ تفصیل سره د بجټ جاج اخستے دے او دا ئې یو اولس دښمنه عمل ګرځولے دے. الیاس بلور وائي چې پۀ پینځۀ زره څیزونو کسټم ډیوټي زیاته کړې شوې ده. هغۀ دا هم وئیلي دي چې پښتونخوا اتلس (18) فیصده، سندهـ 69% او بلوچستان 4% ګېس پېدا کوي، ولې د دې صوبو عامو خلقو او کاروباري خلقو باندې د ګېس نرخ اوچتول د اساسي قانون )ائین( د 158 مادې خلافتیا ده. دۀ ا حرکت پۀ اتلسم ائیني ترمیم حمله ګرځولې ده.

    کۀ چرې د دې هر څۀ جاج واخستے شي نو دا حقیقت به وځلېږي چې موجوده حکومت سره هېڅ څۀ کوټلے مالیاتي پروګرام نشته. دا حکومت صرف د یوې صوبې د مفاداتو د پاره د درې واړه صوبو پۀ حق ډاکه اچولو د پاره جوړ کړے شوے دے. د ائین مطابق پۀ قدرتي ګېس اول د هغه صوبې حق دے چې کومه صوبه ګېس پېدا کوي. بله دا خبره ده چې پۀ کومه زړۀ ورتیا چې ټېکسونو کښې اضافه شوې ده، د دې نه دا حقیقت څرګندېږي چې د ملک اقتصاد ډېر زیات مخ پۀ زوال دے؛ خو ټېکسونه دغې کمزوري اقتصاد ته هېڅ څۀ سهاره یا تکیه نۀ شي ورکولې. البته کۀ حکومت خپلې بنیادي پالیسۍ بدلې کړي نو د ملک اقتصادي او مالیاتي حالت ښۀ کېدے شي. دې پالیسیو کښې د ملک خارجه، دفاعي او داخله کړنلارې بیخي بدلول غواړي.

    دې سره سره پۀ وفاقي کچ د غېر ضروري وزارتونو او مشاورتونو ختمول او اخراجاتو کښې کمے راوستول هم ضروري دي. خارجه تجارت پۀ توله ساتلو سره د خارجه سکې (Foreign Exchange) ذخیره کښې زیاتوالے ممکن کېدے شي. ملک ته د غېر ضروري څیزونو درامد باندې بندېز لګولو او د ملک نه د پېسو ویستلو ټولې لارې بندولو او پۀ دې قابو ساتلو سره د ملک اقتصاد ته سهاره ورکېدې شي ګنې اقتصادي او مالیاتي ګډوډي به نوره زیاتېږي او مني بجټونه به یو معمول جوړ شي.

    د میا محمد نواز شریف د قېد سزا معطل کېدل

    اسلام اباد هائیکورټ د میا محمد نواز شریف، مریم نواز او صفدر هغه سزا معطل کړه کومه چې دې درېو واړو ته څو میاشتې مخکښې احتساب عدالت ورکړې وه. یاده دې وي چې قومي احتساب بیورو نواز شریف او د هغۀ دوه زامن، لُور او زوم د بدعنوانۍ پۀ تور تورن کړي وو او د تحقیقاتو نه پس ئې لندن کښې د هغه فلېټونو پۀ جرم کښې ککړ ښودلي وو چې د میا صاحب د زامنو پۀ ولقه کښې دي.

    پۀ دوي الزام دے چې دا فلېټونه پۀ اصل کښې د میا نواز شریف ملکیت دے چې دۀ پۀ هغه پېسو اخستي چې د پاکستان نه ئې پۀ پټه منتقل کړې دي. احتساب عدالت دۀ او د دۀ لور او زوم ته هم پۀ دغه جرم کښې د قېد سزا ورکړې وه. دوي اسلام اباد هائیکورټ کښې د احتساب عدالت د فېصلې خلاف اپیل وکړو. اوس پۀ دې اپیل متعلقه هائیکورټ کښې عدالتي کاروائي روانه ده، ولې عدالت د دوي سزاګانې معطل کړې او دوي ئې پۀ ضمانت پرېښودل.

    کۀ چرې هائيکورټ د دوي اپیل منظور کړو نو د دوي دا سزا به بیخي ختمه شي او کۀ اپیل منظور نۀ شو نو دوي به دوباره جېل ته ولېږلے شي. بل خوا قومي احتساب بیورو (NAB) د اسلام اباد هائیکورټ د فېصلې خلاف سپریم کورټ ته د تلو فېصله کړې ده. دا هم د خپل قسم یوه ځانګړې فېصله ده ځکه چې فوجداري مقدمو کښې حکومت د ملزم خلاف بره عدالت ته ډېر کم ځي. اکثر ملزمان د لاندې عدالتونو د خوا ورکړې شوې خپلې سزاګانې بره عدالتونو کښې چېلنج کوي.

    کتے به شي چې نېب پۀ کوم بنیاد د اسلام اباد هائیکورټ فېصله سپریم کورټ کښې چېلنج کوي او سپریم کورټ څۀ فېصله کوي.

    اګرچې د نواز شریف د خاندان خلاف ذکر شوې مقدمه او سزاګانې د بدعنوانۍ خلاف د عملي ګامونو پۀ لړ کښې ښکاري او د دې حېثیت قانوني دے، ولې د دې مقدمې سیاسي اړخونه هم د نظر نه د غورځولو نۀ دي. کله چې اسلام اباد هائیکورټ د میا نواز شریف او د هغۀ د کورنۍ د غړو سزاګانې معطل کړې نو د عمران خان د حکومت سره سره نورو سیاسي مشرانو هم پۀ دې خپل رد عمل ښکاره کولو کښې ډیل ونۀ کړو او هر سیاسي مشر خپل خپل انداز کښې پۀ دې فېصله خپل خیالات څرګند کړل. چا دې ته د جمهوریت د ګټې نوم ورکړو او چا دا صحیح انصاف وبللو. چا چې هر څۀ ووئیل خو کومو دوه محترمو ججانو چې دا فېصله ورکړې ده، د هغوي پۀ دیانت او نیت چا د شک کولو اظهار ونۀ کړو. د هغې وجه دا ده چې دا دواړه ججان یعني ښاغلے جسټس اطهر من الله او ښاغلے جسټس میا ګل حسن د انصاف پۀ شعبه کښې نېک نوم لري او د دوي باره کښې داسې څۀ خبره نشته چې څوک ورته ګوته نیولې شي.

    بهرحال، دا مقدمه څۀ عامه مقدمه نۀ ده. د دې سیاسي اهمیت هم جوت دے او د پاکستان د قانون او انصاف د ادارو یو امتحان هم دے. د انصاف او قانون سره علاقه لرونکي شخصیات هم دې مقدمه کښې اهمیت لري او د تفتیش ادارې او دې سره تړلي خلق هم د خلقو پۀ نظر کښې دي.

    دا مقدمه د پاکستان د تاریخ یوه اهمه مقدمه ده. تاریخ کښې به د دې مقدمې ځان له باب وي. کۀ چرې پۀ یو پړاو یا مرحله کښې د انصاف لمن پرېښودې شوه نو تاریخ کښې به د دې هم ذکر وي. هیله ده چې هر څوک چې دې مقدمې سره علاقه لري، هغوي به قانون او انصاف ضرور تر نظره ساتي او کۀ چرې سیاسي مصلحتونه او سیاسي فائدې او نقصانات پۀ قانون او انصاف بالا شول نو دا به یوه لویه المیه وي.

    افغان مهاجرینو ته د شهریت ورکولو مسئله

    د پاکستان وزیر اعظم عمران خان وئیلي دي چې پاکستان کښې د بنګله دېش استوګنو او هغه افغان مهاجرینو ته د پاکستان شهریت ورکول پکار دي څوک چې د پاکستان پۀ خاوره زېږېدلي دي.

    د ښاغلي وزیر اعظم پۀ دې خبره ملک کښې دننه او د ملک نه بهر پاکستانیانو د بېلابېلو خیالاتو څرګندونه کړې ده. ځینې خلقو د دې تجویز هرکلے کړے دے او ځینې د دې مخالفت کوي. خو د خوند خبره دا ده چې د ملک نه بهر هغه پاکستانیانو چې پۀ مختلفو جائزو او ناجائزو طریقو ئې د نورو ملکونو شهریت اخستے دے او یا لګیا دي د شهریت اخستو کوششونه کوي، د وزیر اعظم د تجویز سره ئې د اتفاق نۀ کولو اظهار کړے دے.

    دلته دا خبره ځان له اهمیت لري چې د بنګله دېش استوګنو ته د شهریت ورکولو مخالفت خو څوک هم نۀ کوي، ولې افغانانو ته د پاکستان د شهریت ورکولو مخالفین ښۀ ډېر دي. حالانکې افغان مهاجرین پۀ خپله خوښه پاکستان ته نۀ دي راغلي بلکې د ضیاء الحق فوجي حکومت د افغانستان مختلفو علاقو کښې عام خلق دې ته مجبوره کړي دي چې افغانستان پرېږدي او پاکستان کښې نۀ صرف استوګنه اختیار کړي بلکې دلته ډېر هغه سهولیات تر لاسه کړي چې د پاکستان خلق ترې هم محرومه دي. دغه شان د دوي ډاډګیرنه وشوه. دا خلق پاکستان کښې نۀ صرف اباد کړے شول بلکې ځینې وختونو کښې خو دغه افغان مهاجرینو کښې یوه لویه برخه دلته د قام پرسته پښتون سیاست خلاف هم ودرولو نه ډډه ونۀ شوه. دغه مهاجرینو ځوانانو ته پاکستان کښې دننه عسکري تربیت ورکړے کېدو او بیا د جهاد پۀ نامه جنګ کولو ته افغانستان ته لېږلے کېدل. د دې هر څۀ پۀ شا امریکا او نور یورپي او عرب هېوادونه ولاړ وو. ټوله پېسه د نورو ملکونو نه راتله چې افغان مجاهدین به پرې روزلے کېدل او دغه شان دغه پېسو کښې د پاکستان د مذهبي سیاسي ګوندونو د مشرانو او جرنېلانو برخه هم وه او ورسره ورسره نورو وابسته ډلو او خلقو هم خپلې خېټې غټولې او نن د هغوي بچي د ملک پۀ صنعتونو او غټو کاروبارونو کښې خپل دولت کښې لګیا دي ورځ تر ورځه زیاتوالے راولي. څوک پۀ عملي سیاست کښې دي او څوک د سیاست نه بهر. کوم افغان مشران چې واپس افغانستان ته تلي دي، هغوي هم نن د سرو سپینو سره لوبې کوي.

    د دې هر څۀ سره سره پۀ لکهونو افغان مهاجرین اوس هم پاکستان کښې مېشته دي. څوک خپلو کاروبارونو کښې اخته دي او څوک غریبۍ او نېستۍ کښې ورځې شپې تېروي. دې افغانانو د پاکستان او امریکې د پاره خپل وطن ورانولو کښې څۀ کسر نۀ دے پرېښے، خو د دې بد قسمتو اوس نۀ پاکستان کښې څۀ قدر شته او نۀ افغانستان کښې. د افغانستان عام خلق د دوي نه کرکه کوي دغه عام خلق دا باور لري چې پۀ افغانستان کښې تر نن ورځ روانه بد امنۍ کښې د دغه خلقو لاس دے. پاکستان کښې خلق دوي ته د شهریت ورکولو پۀ سخته مخالفت کوي. یعني دا مهاجرین نۀ د دین شو او نۀ د سادین. دا د دوي د کردار منطقي نتیجه ضرور ده. اوس دا هم یو حقیقت دے چې دا خلق انسانان دي. دوي کۀ هر څومره د افغانیت او پښتونولۍ خلاف کردار ادا کړے دے خو بیا هم افغانان او پښتانۀ دي. باید چې دوي سره د بېن المللي قوانینو مطابق سلوک وکړے شي.

    پاکستان کښې د ژوند کوونکو بنګالیانو او افغانانو شهریت یوه انساني مسئله ده او د دې سیاسي وجوهات دي؛ دا کلتوري او مذهبي مسئله هم ده. د عوامي نېشنل پارټۍ ترجمان زاهد خان پۀ خپل جاري کړي بیان کښې د وزیر اعظم د دغه اعلان ملاتړ کړے دے او وئیلي ئې دي چې دا مسئله دې د سیاسي سکورنګ د پاره نۀ کارولے کېږي بلکې دې لړ کښې دې سنجیده رویه خپله کړې شي. هغۀ ووئیل چې عوامي نېشنل پارټي موقف لري چې خپلو کورونو نه بې ځایه کړے شوو افغانانو ته دې د نړۍ د قامونو د متفقه قراردادونو او ضابطې رڼا کښې شهریت ورکړے شي او دې سلسله کښې دې د قانون سازۍ پۀ حواله پۀ سنجیدګۍ سره د تجاویز راټولولو او د دغه تجاویز پۀ رڼا کښې د قانون سازۍ کولو او عملي اقداماتو اوچتولو تابیا وشي.

    کۀ چرې دې خلقو ته د پاکستان شهریت نۀ شي ورکېدے نو هغه مهاجرو ته خو شهریت ورکولو کښې څۀ باک نشته څوک چې پاکستان کښې پېدا شوي او لوے شوي دي!!! کۀ چرې دا هم ممکن نۀ وي او پۀ دې مهاجرو د پاکستان د شهریت د قانون اطلاق نۀ کېږي نو څۀ بله ماسبه لاره راویستل ضروري دي او هغه دا کېدے شي چې دې مهاجرو ته یوه داسې د استوګنې اجازت نامه ورکړې شي چې دوي پرې افغانستان ته تلے راتلے شي او د دغه اجازت نامې سره دوي ته تګ راتګ کښې نسبتاً اساني وي. کۀ حکومتي ادارو کښې د ملازمت کولو حق نۀ لري نو غېر حکومتي ځایونو کښې دې ورته د کار روزګار کولو اجازت وي. دوي ته دې هغه ټول حقوق حاصل وي کوم چې د بنیادي انساني حقوقو پۀ دائره کښې راځي. کومو افغان مهاجرینو چې د پاکستان د شهریت لرونکو سره د وادۀ پۀ رشته کښې تړون اختیار کړے وي یا د دې نه پس د وادۀ رشته کښې تړلے کېږي، هغوي ته دې شهریت ورکړے کېږي. دا ځکه چې مهاجرین هم انسانان وي او د هغوي د ضرورتونو او تکلیفونو نه تهذیب د سترګو اړولو اجازت نۀ ورکوي.

     

  • پۀ خبر زما نظر – لیاقت سیماب

     

    د 2018 د عامو انتخاباتو د نتیجو نتیجې

    پۀ پیځویشتمه جولایۍ 2018 ټول پاکستان کښې د قومي او صوبائي اسمبلیو د پاره انتخابونه وشول. د دې انتخاباتو نتیجه کښې د الېکشن کمېشن د اعلان مطابق قومي اسمبلۍ کښې پاکستان تحریک انصاف پۀ 272 چوکیو کښې یو سل پینځلس چوکۍ تر لاسه کړې دي. مسلم لیګ نون 63 او پیپلز پارټي 44 چوکۍ ګټلو کښې بریالي شوي دي.

    پاکستان تحریک انصاف سره ساده اکثریت نشته، ولې قومي اسمبلۍ کښې یواځنے غټ ګوند دے. دغه شان تحریک انصاف پۀ پښتونخوا کښې شپږ شپېتۀ چوکۍ ترلاسه کړې دي. دا د پښتونخوا د تاریخ یوه ځانګړې واقعه ځکه ده چې د پاکستان د جوړېدو نه پس دې صوبه کښې کله هم یو سیاسي ګوند ساده اکثریت هم نۀ دے ترلاسه کړے او تر دلته د ګڼو سیاسي ګوندونو مخلوط حکومت منځ ته راغلے دے. بلوچستان کښې نتیجې د روایاتو مطابق ګډې وډې راغلې دي. د دې وجه د دې صوبې قومي، قبائیلي او لساني بنیادونه دي.

    سندهـ کښې پیپلز پارټۍ ته قطعي اکثریت ترلاسه شوے دے ولې دا ټول نشستونه د سندهي ژبي خلقو دي. سندهـ تر ډېره حده ګڼ ژبې صوبه ده. کراچۍ او حېدراباد کښې اردو، پښتو او پنجابي ژبې وئیلې کېږي. دلته پیپلز پارټي ماتې سره مخ شوې ده.

    د دې نتیجو پۀ رڼا کښې چې ملک کښې څنګه حکومتونه جوړېږي، هغه به کتے شي؛ ولې د ملک ټولو سیاسي ګوندونو د شوو انتخاباتو پۀ نتیجو نیوکې کړې دي. دا ګوندونه دا پوخ یقین لري چې انتخاباتو کښې ټګي ټوري شوې ده او دا ټګي ټوري د یوې خاصې منصوبې لاندې شوې ده. د انتخاباتو نه مخکښې د تحریک انصاف نه علاوه ټولو سیاسي ګوندونو دا چغې وهلې چې د ملک ځینې قوتونه د تحریک انصاف مرسته کوي او لګیا دي د ووټونو نه مخکښې ټګي ټوري (Rigging) کوي.

    د اساسي قانون )ائین( ترمخه ټول انتخابي عمل الېکشن کمېشن د صوبائي عدلیې پۀ ذریعه سر ته رسوي. پخوا به د عدلیې پۀ ځاے ضلعي انتظامیې دغه ذمه وارۍ تر سره کولې، ولې وروستو د عامو خلقو پۀ غوښتنه دا کار عدلیې ته وسپارلے شو.

    انتخابي عمل کښې دا ځل نوې خبره دا ده چې پوځ نه هم مدد واخستے شو. پۀ هر پولنګ بوتهـ دوه پوځي ځوانان مقرر شوي وو. ځینې سیاسي ګوندونو د الېکشن کمېشن د دې فېصلې مخالفت کولو، ځینې ګوندونه غلي وو؛ ولې تحریک انصاف د پوځ د کردار مرسته کوله.

    انتخاباتو کښې د مبینه ټګۍ ټورۍ ذمه واري د الېکشن کمېشن سره سره پۀ پوځ هم ور واچوله. دې سره به د پوځ غوندې منظمه قومي اداره متنازعه جوړه شي او د دې نتیجې به ظاهره ده چې ترخې وي. عدلیه هم د دې سیاسي ګوندونو هدف دے او دا هم د ترخو سیاسي حالاتو نخښې نخښانې ښائي. د هر مسلک ټول مذهبي ګوندونه د انتخابي نتیجو منلو نه انکار کوي او پۀ احتجاج ئې ګوتې پورې کړې دي.

    عوامي نېشنل پارټي پښتونخوا کښې د سخت شکست سره پۀ ښکاره مخ شوې ده. دې ګوند سمدستي د صلاح کارو مشرانو غونډه کړې ده او د نورو سیاسي ګوندونو سره ئې پۀ شریکه د احتجاج کولو سره سره پۀ یواځې احتجاج شروع کړے دے. عوامي نېشنل پارټي دا تجویز لري چې ټول سیاسي ګوندونه دې د احتجاج پۀ توګه اسمبلیو کښې د حلف اوچتولو نه ډډه وکړي خو مسلم لیګ نون او پیپلز پارټي دې تجویز سره اتفاق نۀ لري. د دې وجه دا ده چې مسلم لیګ نون دا طمع لري چې بنجاب کښې به دوي حکومت جوړ کړي او پیپلز پارټۍ ته چونکې د 2013 د انتخاباتو پۀ مقابله کښې زیات نشستونه پۀ لاس ورغلي دي او سندهـ کښې پۀ اسانه د حکومت جوړولو توان لري نو پۀ دغه ګټه هغوي اکتفاء کوي.

    ولې دا دواړه ګوندونه د پارلېماني سیاست سره سره پۀ انتخاباتو کښې د ټګۍ ټورۍ پۀ دریځ هم ټینګ ولاړ دي او د مسلسل احتجاج کولو اراده لري. ورسره ورسره پیپلز پارټي تحریک انصاف ته وفاق کښې د حکومت جوړولو موقع هم ورکول غواړي، حالانکې کۀ پیپلز پارټي وغواړي نو پۀ وفاقي کچ د حکومت جوړولو پۀ لاره کښې تحریک انصاف ته خنډ جوړولے شي.

    کۀ چرې مسلم لیګ نون، متحده مجلس عمل او پیپلز پارټي پۀ یو اتفاق اصف علي زرداري ته د حکومت جوړولو مشري ورکړي نو زرداري صاحب د ملک وزیر اعظم جوړېدے شي او د عمران خان لاره نیولې شي، خو شاید چې د نورو وجوهاتو لۀ کبله به دا وړۍ شړۍ نۀ کړي.

    عوامي نېشنل پارټۍ ټوله صوبه کښې انتخابي مهم ډېر پۀ کامیابۍ سره چلولے دے او داسې هېڅ څۀ اثار نۀ وو چې عوامي نېشنل پارټي به د ماتې سره مخ کېږي.

    ځینې سیاسي ناظران دا نظر لري چې د ځینې ګوندونو او شخصیتونو اسمبلیو نه د بهر ساتلو فېصله د مخکښې نه شوې وه. د عوامي نېشنل پارټۍ پۀ جلسه کښې د بمي چاودنې پۀ نتیجه کښې د بېرسټر هارون بلور پۀ شمول د ګوند د ګڼو کارکنانو شهادت، پۀ اکرم خان دراني بیا بیا قاتلانه حملې او د اکرام الله ګنډاپور وژنه هغه نظر او فکر رڼوي چې دا خلق د اسمبلیو نه بهر وساتلے شي. سېف الله خاندان هم پۀ نخښه ؤ، حالانکې د بنو او ټانک او ډېره اسماعیل خان پۀ نسبت جمعیت علماء اسلام لکي مروت کښې کمزورے پوزېشن لري، وهلې هلته چونکې د تحریک انصاف د امیدوارانو پۀ شا د سېف الله خاندان ولاړ ؤ او ټول انتخابي مهم انور سېف الله، همایون سېف الله او سلیم سېف الله خان چلولو نو هلته جمعیت علماء اسلام بریالے کړے شو. بلوچستان کښې محمود خان اچکزے او میر حاصل بزنجو سره د دوي د ګوندونه هم د پارلېمان نه بهر شول. سیاسي ناظران دا هر څۀ یوه انجینئیرډ منصوبه ګڼي. دا به حالات ښائي چې دا اتفاق دے او کۀ ټاکلې منصوبه ـــ ولې د پینځویشتم جولایۍ نتیجې به د ملک او قوم د پاره ښې نتیجې ورنۀ کړي. داسې برېښي چې ملک کښې به د سیاسي ګډوډۍ یو داسې اور بل شي چې مړ کول به ئې اسان نۀ وي او دا به د ملک او قام لویه بدبختي وي. ملک د مخکښې نه د اقتصادي او مالیاتي مسئلو پۀ ګرداب کښې ګېر دے؛ دې سره به نورې اقتصادي او مالیاتي مسئلې پېدا شي، دا هم کېدے شي چې جمهوري نظام د ناکامۍ سره مخ شي.

    د هارون بلور شهادت: یوه بله خونړۍ پېښه

    د روان کال د جولایۍ لسمه د پښتنو د ملي تاریخ یوه بله سپېره ورځ ده. د دې ورځې اخري لمحې وې چې د پېښور ښار یکه توت علاقه کښې د عوامي نېشنل پارټۍ پۀ یوه انتخابي جلسه کښې خان وژونکې چاودنه وشوه. د دې چاودنې نخښه نېغ پۀ نېغه د عوامي نېشنل پارټۍ پښتونخوا د اطالاعاتو سېکتر بېرستر هارون بلور ؤ. هارون بلور دې چاودنه کښې پۀ سرو وینو سُور هسپتال ته یوړے شو خو هلته ئې د ژوند وروستۍ څو ساه ګانې واخستې او د شهادت جام ئې وګوټلو. بېرسټر هارون بلور د همېشه د پاره زمونږ نه جدا شو او اوس مونږ سره د هغۀ صرف یادونه پاتې دي. دغه پېښه کښې د عوامي نېشنل پارټۍ نور ګڼ ملګري هم شهیدان شول چې د ګوند د تحریک متحرک کارکنان وو. دا یوه ډېره دړدوونکې پېښه وه.

    دې خونړۍ پېښې پښتون قام ته دا پېغام ورکړو چې کۀ تاسو دغسې راغونډېږئ او پۀ دې طمع یئ چې د پاکستان پارلېمان او پښتونخوا اسمبلۍ ته به خپل حقیقي نمائندګان ولېږئ نو دا ستاسو غلط خیال دے؛ خو بیا هم د عوامي نېشنل پاټۍ کارکنانو حوصله ونۀ بائیلله او خپل انتخابي مهم ئې روان او متحرک وساتو. خلقو ته ئې خپل پېغام رسولو نه ډډه ونۀ کړه خو نتیجه ئې هم هغه راووته کومه چې د مخکښې نه څرګنده وه او داسې پېغام د عوامي نېشنل پارټۍ کارکنانو او مشرانو ته د بېرسټر هارون بلور د شهادت پۀ صورت کښې ورکړے شو.

    بېرسټر هارون بلور صرف یو کس نۀ ؤ، هغه یو تحریک ؤ، یو غورځنګ ؤ؛ د هغۀ پۀ رګونو کښې هغه پښتنې وینې ټوپونه وهل کومې وینې چې د دۀ د پلار شهید بشیر احمد بلور پۀ رګونو کښې وهل. کوم مرام او مقصد ته رسېدو د پاره چې بشیر احمد بلور شهید پۀ کومه لار روان ؤ، بېرسټر هارون بلور ځان له هم هغه لاره خوښه کړې وه. هغه یو متحرک ځوان ؤ. خپله ځواني ئې د پښتون قام خدمت ته وقف کړې وه او اخر خپل ژوند ئې هم د قام پۀ ننګ او ناموس قربان کړو.

    هارون بلور اعليٰ تعلیم یافته د برطانیې نه د بېرسټرۍ تعلیم حاصل کړے ؤ، قانون دان ؤ. ورسره د پاکستان د اساسي قانون یعني ائین ماهر هم ؤ. هغه یو اولسي شخصییت ؤ. د خلقو نه ئې ځان بېل نۀ ساتلو. همېشه به ئې عامو خلقو سره جوخته رابطه لرله. د خلقو د کړمو او امروزه چارو نه به ئې ځان خبر ساتلو. کله چې د پېښور ښار ناظم ؤ نو د هغۀ خدمات د یو ځلنده باب پۀ شکل کښې د تاریخ پۀ پاڼو کښې ځلېږي. هغۀ شپه کته او نۀ ورځ خو د ښار د خلقو خدمت ته به ئې ټول وخت ورکړے ؤ. هغه پۀ یوه پښه د ښار د یو سر نه بل سر پورې ګرځېدو. د ښار د خلقو د څښکلو د اوبو نظام، د صفایۍ انتظام او د کلو کوڅو حالت به ئې خپله کتلو. ورسره ورسره ئې د رېډیو پاکستان پېښور پروګرامونو کښې هم برخه اخستله او خپلې کارکردګۍ نه به ئې اولس خبرولو. هغۀ به د رېډیو پاکستان پېښور پروګرامونو کښې د قانون پۀ حواله هم خپله ماهرانه رایې وړاندې کوله. د هغۀ د سیاسي مبارزې مقصد کۀ یو طرف ته ملي حقونه ترلاسه کول وو نو بل طرف ته ئې د بنیادي بشري حقونو د پاره هم خپل اواز اوچت ساتلے ؤ. هغۀ د مقامي کچ مسئلې او ملي مسئلې دواړه تر نظره ساتلې وې او هغه ئې خپلو کښې تړلې وې.

    بېرسټر هارون بلور نعره باز نۀ ؤ. هغۀ به د هر چا رایې ډېره پۀ سکون او سړو مزغو اورېدله. چې چا به خبرې کولې نو دے به غلے ناست ؤ او هغه خبرې به ئې پۀ غور اورېدې او چې کله به ورته د خبرو کولو موقع پۀ لاس ورغله نو بیا به ئې دلیل سره خپل موقف وړاندې کولو. د چا پۀ خبرو کښې بې ځایه مداخلت کول هغۀ د خپل شان او تهذیب خلاف عمل ګڼلو.

    بېرسټر هارون بلور شهید یو بهادر، زړۀ ور او ذهین مشر ؤ. د ملي او اولسي خدمت جذبه هغۀ سره د پلار نیکۀ نه راروانه وه. دا جذبه د هغۀ خانداني وراثت ؤ. اوس هارون بلور مونږ سره نشته، هغه د منونو خاورو لاندې دے؛ ولې هغه شهید دے ـــ شهید مړ نۀ وي، تل ژونندے وي؛ هغه خداے بخښلے دے او د هغۀ د وینې څاڅکي د پښتنو د ملي غورځنګ د لارې مشالونه دي.

    د افغانستان حالاتو کښې نوے پرمختګ

    د تېرې جولایۍ اخیرۍ اوونۍ کښې ځان سره د پښتنو د پاره ډېرې بدبختۍ راوړې دي نو ورسره ورسره ئې یو ډېر زړۀ پورې او د اطمینان خبر دا راوړے دے چې د افغان طالبانو غورځنګ د امریکې سره نېغ پۀ نېغه خبرې شروع کړې.

    خبر دے چې د قطر پۀ ښار دوحه کښې د افغان طالبانو د نمائندګانو او د امریکې د حکومتي نمائندګانو سره د افغانستان د حالاتو پۀ اړه خبرې شوې دي. د دې خبرې تصدیق د طالبانو د غورځنګ لۀ خوا د ابلاغ ذریعو خور کړے دے.

    یاده دې وي چې امریکا مخکښې دې ته نۀ تیارېده چې طالبانو سره نېغ پۀ نېغه خبرې وکړي، ځکه چې امریکا د افغانستان حکومت یو قانوني حکومت ګڼي او پۀ دې زور راوړي چې طالبان د دې اپوټه دي. کومه خبره صحیح ده او کومه غلطه، باید چې پۀ دې وخت ته ټېله ورنۀ کړې شې. هر څوک چې خبرو ته کښیني نو دا یو مثبت عمل دے.

    دې کښې هېڅ شک نتشه چې افغانستان کښې د انتخابي عمل پۀ نتیجه کښې یو حکومت موجود دے خو ورسره ورسره دا هم یو حقیقت دے چې افغانستان کښې د امریکې پۀ مشرۍ کښې د ناټو پوځونه هم موجود دي او افغانستان کښې د طالبانو سره هم دغه پوځونه اخته دي. کۀ چرې د طالبانو او امریکې پۀ منځ کښې نېغ پۀ نېغه خبرې وشي نو دا نۀ صرف یوه ښه خبره ده بلکې د دې ګټورې نتیجې راوتې شي. طالبان لږ دي او کۀ ډېر دي، ښۀ دي او کۀ بد؛ ولې افغانستان کښې وجود لري. د دوي خبره اورېدل ضروري دي. ځینې خلق دا خیال لري چې افغانستان کښې د طالبانو ډېر ګروپونه دي؛ کۀ چرې دا حقیقت وي نو بیا کۀ هر ګروپ سره جدا جدا خبرې وشي نو هم څۀ بده خبره نۀ ده. د دوام دارې سولې او امن د پاره یوه لاره پرېښودل هم نۀ دي پکار.

    پۀ ټوله اسیا کښې د امن د پاره دا ضروري ده چې افغانستان کښې د جنګ منځ نه وړلو د پاره کردار ادا کړے شي. ټول قوتونه او پۀ جنګ کښې اخته افغانان باید چې خپلو کښې کښیني او خپل منځي اختلافات یوې خوا ته کړي او ځانونه یوې داسې فېصلې ته ورسوي چې خارجه قوتونه د افغانستان نه ووځي.

     

  • پۀ خبر زما نظر – لیاقت سیماب

     

    پۀ عامو انتخاباتو یو نظر

    پاکستان کښې د قومي اسمبلۍ او څلورو واړو صوبائي اسمبلیو د پاره انتخابي سرګرمۍ پۀ ټول ملک کښې پۀ درز کښې روانې دي. د انتخابي عمل ټولې مرحلې سر ته رسېدلې دي او پۀ 25 جولائي به عام خلق د بالغ رایې دهۍ پۀ اساس خپلې رایې استعمالوي. هر ځل چې انتخابات کېږي نو د مخکښیني انتخاباتو نه پۀ بدل رنګ کښې وي. تېر ځل ملک پۀ خصوصي توګه پښتونخوا د ترهګرۍ ښکار وو او پۀ خاصه توګه عوامي نېشنل پارټي پۀ عملي توګه انتخاباتو ته نۀ وه پرېښودې شوې.

    عوامي نېشنل پارټي دا دریځ لري چې پۀ دوي حملې د طالبانو غورځنګ کولې، ولې ازاد ناظران دا موقف لري چې ځینې پټ قوتونو د ځینې مقصدونو پوره کولو پۀ خاطر یا د ځینې تحفظاتو پۀ اساس د عوامي نېشنل پارټۍ لاره کښې خنډان جوړ کړي وو. دغه قوتونو پښتونخوا کښې د واک واګې د مخصوصو خلقو لاسونو کښې ورکول غوښتل کوم چې د دوي پۀ اشارو پۀ بشپړه توګه عمل کولو ته تیار وو.

    خېر، هر څۀ چې وو هغه وخت تېر شو ـــ اوس یوه نو منظرنامه مخې ته راغلې ده. ټول ملک کښې دا تاثر قائم دے چې د میا محمد نواز شریف د مسلم لیګ ځاے پۀ پنجاب کښې د عمران خان تحریک انصاف نیسي، ولې ځینې سروے رپورټونه دا تاثر غلط ښائي او دا خیال لري چې د میا نواز شریف مسلم لیګ پنجاب کښې هم هغه شان مقبولیت لري کوم چې ئې مخکښې لرلو.

    دلته دا حقیقت هم د پټولو نۀ دے چې ټول ملک کښې ګڼې سیاسي پارټۍ روان سیاسي عمل کښې برخه اخلي. هره صوبه کښې ځان ځان له سیاسي قوتونه موجود دي. سندهـ کښې پاکستان پیپلز پارټي سندهي ژبو خلقو کښې زیات مقبولیت لري، ولې ځینې علاقو کښې نور مقامي طاقتونه هم فعال دي چې د پیپلز پارټۍ مقابلې ته ئې بډې وهلې دي، بلکې د پیپلز پارټۍ خلاف قوتونو یو مضبوط اتحاد جوړ کړے دے. کتے به شي چې دا اتحاد د پیپلز پارټۍ قلعه څنګه او تر کومه حده فتح کولې شي.

    کراچۍ او حېدراباد کښې د اېم کیو اېم زور پۀ ظاهره مات شوے دے او اردو ژبي خلق پۀ بېلابېلو برخو کښې وېشلے شوي دي. دغه لویو ښارونو کښې پښتانۀ دوېم قوت دے، ولې دا قوت ځکه کمزورے دے چې دوي د بې اتفاقۍ پۀ دائمي رنځ کښې لا اخته دي او داسې حکیم لا نۀ دے پېدا چې د پښتنو د دې رنځ علاج وکړي. د دې رنځ صرف او صرف یو علاج دا دے چې د سندهـ پۀ خاوره مېشته پښتانۀ دا حقیقت تسلیم کړي چې د هغوي د دعوې ځاے صرف او صرف عوامي نېشنل پارټي ده چې دا وخت ورته پۀ سندهـ کښې د یو سیاسي قوت حېثیت حاصل دے. کۀ دا حقیقت تسلیم نۀ کړے شو نو دغه بې اتفاقي پۀ انتخاباتو اثر اچولے شي. کۀ چرې پښتانۀ د اتفاق پۀ لړۍ کښې وپېرلے شي نو عوامي نېشنل پارټي کراچۍ کښې خپل حق کښې نتیجه حاصلولې شي. بهرحال د کراچۍ انتخابي نتیجه به د سندهـ پۀ پارلېماني سیاست خصوصي اغېزې اچوي.

    بلوچستان چې څنګه یو ګڼ قومیتي صوبه ده، دغه شان د دې سیاست هم ګڼ رنګونه لري. د پښتنو علاقه کښې درې سیاسي ګوندونه زیات فال دي ـــ عوامي نېشنل پارټي، پښتونخوا ملي عوامي پارټي او جمعیت علماء اسلام ـــ خو د نواز شریف مسلم لیګ سره هم ځینې مخوریز خلق شته. دا ټول قوتونه د یو بل خلاف انتخابي مېدان ته راکوز شوي دي. د بلوچو سیمې د سردارانو پۀ اثر کښې دي. د میر حاصل بزنجو او عبدالملک بلوج نېشل پارټي اٰف پاکستان هم سیاسي رسائي لرلې ده او تېره جمهوري دوره کښې پۀ اقتدار کښې شریک پاتې شوي دي.

    پنجاب کښې زیات قوتونه نشته. مقابله د نواز شریف د مسلم لیګ او د عمران خان د تحریک انصاف پۀ منځ کښې ده. پاکستان پیپلز پارټي چې د پنجاب مقبول سیاسي قوت ؤ، دې څانګې نه زیاتې مرغۍ د تحریک انصاف پله الوتلې دي او دا اوس صرف د تاریخ برخه ده. د پیپلز بارټۍ زیات مشران تحریک انصاف ته ځکه اوړېدلي دي چې د پیپلز پارټۍ ووټرانو خپلې وفا دارۍ د تحریک انصاف پۀ چابړي کښې اچولې دي. د دې ډېر وجوهات دي چې یوه وجه ئې د نواز شریف کلک مخالفت او بله وجه ئې ازاد خیالي ده. جماعت اسلامي ماضي کښې پنجاب کښې یو پرېشر ګروپ ؤ، ولې دې ګوند پنجاب کښې خپل مقبولیت بائیللے دے او اوس پنجاب کښې جماعت اسلامي د نیشت برابر ښکاري. د دې یوه وجه د جماعت اسلامي قیادت دے. پۀ ظاهره د جماعت اسلامي قیادت د یو پښتون پۀ لاس کښې دے او د پنجاب خلق کله هم د پښتنو مشري نۀ مني. بله دا چې د جماعت اسلامي د مشر سراج الحق صاحب سیاسي او علمي پوهه ډېره کمه ده. د هغۀ پۀ شخصیت د پښتونخوا د یو وروستو پاتې علاقې کلیوال اثر ډېر دے. دے تعلیم یافته او ښاري خلق نۀ شي متاثره کولے. ماضي کښې د جماعت اسلامي قیادت د ښاري او علمي کورنیو پۀ لاسو کښې پاتې شوے دے.

    د متحده مجلس مل پۀ شکل کښې ګڼو مذهبي ګوندونو یو ځل بیا د یو بېرغ لاندې پۀ یوه انتخابي نخښه انتخابي مېدان ته رادانګلي دي. دې کښې د جماعت اسلامي مضبوط کردار کېدے شو، ولې دا ګوند اوس ډېر کمزورے شوے دے. پنجاب کښې به متحده مجلس عمل انتخاباتو کښې فعاله برخه واخلي خو نتیجې به د دوي حق کښې نۀ وي. د متحده مجلس عمل ووټران به خپل ووټونه زیاتر د مسلم لیګ )نون( پۀ حق کښې استعمالولو ته ترجیح ورکوي چې تحریک انصاف ته شکست ورکړي. دغه شان د پیپلز پارټۍ ووټران به خپل ووټونه د تحریک انصاف پۀ حق کښې استعمالولو ته اولیت ورکوي چې مسلم لیګ )ن( راوپرزوي.

    بله اهمه او د ذکر وړ خبره دا ده چې متحده مجلس عمل کښې چې کوم ګوندونه شامل دي، هغه ټول مذهبي مسلکونه یا فرقه ایز ګوندونه دي. هر څومره کۀ د دوي تر منځه سیاسي اتحاد جوړ دے ولې مذهبي توګه باندې دوي د یو بل سخت خلاف دي. پنجاب کښې د خلقو اکثریت د برېلوي مسلک سره تعلق لري او جمعیت علماء اسلام د دېوبندي مسلک ګوند دے. د برېلوي مسلک منونکي دېوبندي امام پسې نمونځ کولو ته تیار نۀ دي نو ووټ به څنګه ورکوي؟ دغسې د جمعیت علماء اسلام د غړي شیعه امیدوار ته ووټ ورکول به یو غټ انقلاب وي. د 2003ز پۀ انتخاباتو کښې هم پنجاب کښې د اېم اېم اے تجربه ناکامه شوې ده، حالانکې هغه وخت د اېم اېم اے قیام د پټو قوتونو پۀ خواهش شوے ؤ چې ګڼ مقصدونه ئې لرل. د جنرل پروېز مشرف حکومت د اېم اېم اے نه ډېرې فائدې ترلاسه کړې وې خو اوس هغه حالات نۀ دي. اوس د اېم اېم اے پۀ شا صرف د اقتدار خواهش دے. د اېم اېم اے قیادت پۀ زوړ ټال ځانګي خو بڼیا هر وخت ګوړه نۀ وېشي. د اېم اېم اے ضرورت اوس تحریک انصاف پوره کولے شي.

    خېبر پښتونخوا پۀ هر لحاظ ډېر زیات اهمیت لري. دلته د خلقو رایې همېشه تقسیم وي. وجه ئې دا ده چې پښتونخوا کښې پټ قوتونه همېشه پۀ انتخابي عمل اثر انداز شوي دي. دا ځل هم داسې ښکاري چې یو ګوند ته به هم قطعي اکثریت نۀ وي حاصل، ولې عوامي نېشنل پارټي او سیاسي ناظران خوش بینه دي چې عوامي نېشنل پارټي به پۀ قومي او صوبائي اسمبلیو کښې زیاتې څوکۍ ترلاسه کوي. د دې ګڼ وجوهات دي ـــ یوه وجه ئې دا ده چې پۀ عوامي نېشنل پارټۍ د خلقو باور زیات شوے دے. نظریاتي توګه باندې خلق د عوامي نېشنل پارټۍ سره اتفاق کوي، پۀ خصوصي توګه تعلیم یافته او سنجیده خلقو کښې د عوامي نېشنل پارټۍ مقبولیت کښې د مخکښې پۀ نسبت زیاتوالے راغلے دے، ولې صوبه کښې مفاد پرستي او د تعلیم کمے هم پۀ انتخابي نتیجو منفي اثرات غورځولے شي. د تحریک انصاف مقبولیت کښې کافي کمے راغلے دے ځکه چې د تحریک انصاف د تېر صوبائي حکومت د کار ګزارۍ نه خلق مطمئن نۀ وو. بله دا چې د تحریک انصاف صفونه د ټکټونو پۀ مسئله مات شوي دي او د تحریک انصاف ځینې مقامي مشرانو د پارټۍ نه بغاوت کړے دے. پۀ کلیوالو علاقو کښې به دا باغیان تحریک انصاف ته پۀ انتخاباتو کښې کافي نقصان ورسوي. ولې ښاري علاقو کښې د دې باغیانو زیات اثر نشته خو بیا هم د تحریک انصاف امیدوارانو ته زیان رسولے شي. د تحریک انصاف خپلې منصوبې د مرۍ تېزندي جوړې شوې دي او بیا وخت پۀ وخت راتلونکي سروے رپورټونه، د صوبې قرضداري کول او نورې بدعنوانۍ او بد انتظامي د دې خرابولو د پاره کافي دي. د تحریک انصاف مشر عمران خان هم د بیانونو او اعلانونو نه د عقیدې تر حده پورې د پنجابي اکثریت ووټونه ترلاسه کولو د پاره پښتونخوا نه مخ اړولے دے چې دې رویې کښې هم د تحریک انصاف پۀ راروانو انتخاباتو کښې د نتائجو نخښې ښکاري.

    پیپلز پارټي پښتونخوا کښې ډېره کمزورې شوې ده ځکه چې د دې اکثر ووتران تحریک انصاف ته اوړېدلي دي؛ البته کۀ تحریک انصاف کمزورے کېږي نو فائده به ئې تر څۀ حده پیپلز پارټۍ ته رسي. متحده مجلس عمل کښې د ټکټونو پۀ تقسیم ډېر زیات اختلاف دے. دا اختلاف کۀ پۀ بره کچ زیات نۀ وي نو پۀ لاندې کچ ډېر زیات دے. د متحده مجلس عمل د قیادت پۀ خپلو کارکنانو زیات اثر نشته ځکه چې د دې اتحاد څۀ سیاسي نظریه نشته. تر څو چې د مسلم لیګ )ن( تعلق دے نو د دې اثرات د هزارې ډویژن پۀ هندکو ژبي خلقو کښې دے خو ورسره مقابله کښې تحریک انصاف او مقامي خانان هم کافي اثرات لري. دغه شان سوات کښې هم ځیني مقامي شخصیتونه د مسلم لیګ )ن( قوت ګڼلے کېدے شي ولې عام خلقو کښې د مسلم لیګ مقبولیت نشته. کۀ ووټونه اخلي یا څۀ څوکۍ دوه ګټلو کښې بریالي کېږي نو د هغې وجه به مقامي مخوریز شخصیتونه وي نۀ چې مسلم لیګ )ن(.

    کۀ چرې د عوامي نېشنل پارټۍ د قومي او صوبائي اسمبلیو نامزد امیدواران او د ګوند کارکنان د خپل ګوند لیکلے انتخابي منشور خلقو ته رسولو ته ترجیح ورکړي او ورسره ورسره ئې پۀ ډېر احتیاط د مقامي مسائل او ستونزو د پاره منشور کښې راوړے شوي حلونه اولس ته مخې ته کېښودل نو دې سره دا ټول روان حالات د عوامي نېشنل پارټۍ پۀ انتخابي نتیجو مثبت اثرات غورځولے شي.

    د پښتونخوا نوې ضلعې او انتخابات

    د وفاق د انتظام لاندې قبائیلي سیمې اوس د پښتونخوا باقاعده برخه جوړه شوې ده، ولې د دې ععلاقو د قومي اسمبلۍ څوکۍ لا هم هغه شان دولس دي ـــ دغسې سېنټ کښې هم د دوي نمائندګي لکه د مخکښې پۀ شان جدا ده. د پښتونخوا اسمبلۍ کښې هم دا سیمې د نمائندګۍ حق لري، ولې سږکال د 25 جولائي چې کومه اسمبلي منتخب شي، دې کښې به د قبائیلي علاقو نمائندګي نۀ وي. وجه ئې دا ښودلې شوې ده چې دې سیمو کښې د صوبائي نشستونو د پاره لا حدبندي (Delimitation) نۀ دے شوے او دا کار به وخت اخلي؛ پکار خو دا و چې دغه حلقه بندۍ زر تر زره پۀ هنګامي بنیادونو شوے وې چې صوبائي اسمبلي مکمل شوې وه. کۀ چرې یو کال پس د دغه علاقو ننه د صوبائي اسمبلۍ د پاره انتخابات وشول نو دې سره صوبه کښې پارلېماني ستونزې راولاړېدې شي، نوي صوبائي حکومت ته هم خطره جوړېدې شي. بله دا چې دا وېره هم ده چې صوبائي حکومت دغه سیمو کښې پۀ انتخاباتو اثر انداز شي او کۀ داسې ونۀ شي نو د روایاتو مطابق انتخاباتو کښې ماتې خوړونکي ګوندونه پۀ صوبائي حکومت انتخاباتو کښې د ټګۍ ټورۍ کولو تورونه لګولے شي.

    دلته دا خبره هم د پام جوګه ده چې د اووۀ نوو ضلعو سره سره داسې سیمې هم موجودې دي چې د پېښور، کوهاټ، بنو، لکي مروت، ټانک او ډېره اسماعیل خان ضلعو سره تړلې دي. باید چې دغه علاقو کښې پۀ پینځویشتمه جولائي د صوبائي اسمبلۍ د پاره انتخابات شوے وے. دې علاقو کښې د حلقه بندیو زیات ضرورت نۀ ؤ بلکې د متعلقه ضلعې یوې انتخابي حلقې سره دا پۀ اسانه تړلې کېدې شوې. البته کوهاټ سره ډېره زیاته ‘قبائیلي’ علاقه تړلې شوې ده چې د اضافي صوبائي نشست ضرورت لري.

    کله چې یو کال پس انتخابات کېږي نو د دې علاقو مستقبل به یوه مسئله وي ځکه چې دا سیمې خو نۀ د یوې نوې )قبائیلي( ضلعې سره تعلق لري او نۀ د دې علاقو خپلو کښې څۀ جغرافیائي تړون شته.

    د افسوس خبره دا ده چې د پاکستان سیاست دانان د سره د دې سیمو پۀ حقله معلومات نۀ لري. متعلقه افسر شاهي صرف نوکري کوي ګنې متعلقه ډپټي کمشنرانو او ډویژنل کمشنرانو دې لړ کښې د الېکشن کمېشن یا د حکومت پام راګرځولے شو.

    بل اړخ ته د قومۍ اسمبلۍ د پاره دې سیمو کښې انتخابي سرګرمۍ پۀ زور کښې روانې دي. دې سیمو کښې هم سیاسي ګوندونه فعاله دي، ولې دولت مند خلق زیات اثر رسوخ لري. داسې برېښي چې زیاتې څوکۍ به مالدار او سرمایه دار امیدواران ګټي، کۀ دوي د یو سیاسي ګوند سره تعلق لري او کۀ نۀ لري. بیا هم دې سیمو کښې سیاسي ګوندونه د فعالیت مظاهره کوي. کۀ چرې د دې سیمو خلقو د ازادو امیدوارانو پۀ ځاے اولس دوسته سیاسي ګوندونو امیدوارانو ته ووټونه واچول نو دا به یو مثبت او ذمه وار قدم وي.

    د دې سیمو پښتونخوا کښې شاملولو د پاره د عوامي نېشنل پارټۍ مبارزه د چا نه پټه نۀ ده. دا عوامي نېشنل پارټي ده چې د پخوا راهسې ئې دا دریځ ؤ چې دا سیمې پۀ عملي، تاریخي او جغرافیائي اساس د پښتونخوا برخه ده نو ولې دې دا سیمې د هغه سیاسي حقونو نه محرومه وي کوم چې د پښتونخوا د بندوبستي علاقو خلقو ته حاصل دي. د عوامي نېشنل پارټۍ دا تاریخي موقف د دې سیمې د خلقو د بنیادي حقونو او ژوند ښۀ کولو د پاره د جامع پروګرام لرلو غمازي کوي. اوس چې دا سیمې د پښتونخوا باقاعده برخه ده نو باید چې د دې سیمو خلق خپلې محسنې پارټۍ ته د ملګرتیا لاس ورکړي. د عوامي نېشنل پارټۍ منشور کښې دې سیمو ته خصوصي پاملرنه شوې ده، د پارټۍ د ورکرانو دا ذمه واري جوړېږي چې د پارټۍ منشور او پېغام دې سیمو ته ورسوي.

    د جمعیت العلماء اسلام انتخابي سیاست

    روان انتخابي عمل کښې جمعیت العلماء اسلام د متحده مجلس عمل برخه ده، ولې متحده مجلس عمل یو انتخابي اتحاد دے چې د انتخاباتو د پاره پکښې د هر ګوند ځان ځان له کوټه ټاکلې شوې ده. کۀ چرې د متحده مجلس عمل جاج واخستے شي نو دې سیاسي اتحاد کښې برخه د جماععت اسلامي او جمعیت علماء اسلام )ف( ده. د دوي خپلو کښې اختلافات هم د چا نه پټ نۀ دي. ماضي کښې خو دوي پۀ یو بل د کفر فتوې هم لګولې دي، ولېې د اقتدار شوق او د نادیده قوتونو خواهش څو کاله مخکښې دا دواړه ګوندونه سره تر څۀ حده یو ځاے کړل ولې د دوي پۀ یو بل څۀ اعتبار لا تر اوسه شته. دا دواړه د اقتدار دومره شوقیان دي چې همېشه ځانونه اقتدار کښې ساتي. د اقتدار ایوانونو ته رسېدو کښې دواړه د یو بل نه ځان مخکښې کوي. تېر دور کښې چې جماعت اسلامي د پښتونخوا حکومت کښې د انتهائي ازاد خیاله ګوند تحریک انصاف سره پۀ ګډه د حکومت مزې اخستې نو دې جمعیت العلماء اسلام )ف( د خپل روایتي مخالف ګوند مسلم لیګ (ن) لمن نیولې وه.

    چې کله د اسمبلیو موده پۀ ختمېدو شوه نو د روایاتو مطابق دواړو خپل خپل ملګري پۀ ډاګه پرېښودل او متحده مجلس عمل ئې راژوندے کړو. دوي ته ښه پته ده چې دوي پاکستان کښې د حکومت واګې نۀ شي ترلاسه کولې خو نظر ئې د پښتونخوا پۀ حکومت دے، ځکه چې پښتونخوا کښې کله د دوي حکومت جوړ شي نو افغانستان کښې به جنګ نور تود شي. بله دا چې د پاکستان د وفاقي حکومت د پاره به مشکلات پېدا کولو کښې هم اسانتیا پېدا شي.

    جماعت اسلامي خو یوه مذهبي پارټي ضرور ځان ته وائي، ولې د دې ګوند سیاسي تګلاره داسې ده چې انتخاباتو کښې صرف هغه کسانو ته ټکټونه ورکوي چې د دې ګوند باقاعده غړي وي. د دې برعکس جمعیت العلماء اسلام داسې څۀ روایات نۀ لري. کۀ چرې د جمعیت العلماء اسلام نوم ته وکتے شي نو د دې دا تاثر مخې ته راځي چې دا د اسلامي عالمانو یو ګوند دے، ولې پۀ حقیقت کښې داسې نۀ ده. دوي داسې خلقو ته د قومي او صوبائي اسمبلیو د پاره د ګوند ټکټونه ورکوي چې نۀ عالمان وي او نۀ ئې څۀ مذهبي یا سیاسي نظریه وي. روان د 25 جولائي انتخاباتو کښې هم دې ګوند داسې امیدواران انتخابي مېدان ته راکوز کړي دي چې نورو ګوندونو نه ئې پر وهلے دے.

    د متحده مجلس عمل دننه د ټکټونو د وېش فارمولې اکثر دیني عالمان د مولانا فضل الرحمان رویې نه مرور کړي دي. د جماعت اسلامي کارکنانو خو پۀ هر ځاے کښې مکمل بغاوت کړے دے.

    د ووټ د پاره د مذهب نامه استعمالوونکو سیاسي ګوندونو کښې چې کوم ګوندونه د متحده مجلس عمل نه بهر دي، هغوي هم د متحده مجلس عمل مخې ته مزاحمت کوي او دې حالاتو کښې کۀ د پټو قوتونو کومک ور ونۀ رسي نو دا ګرانه ده چې متحده مجلس عمل څۀ ډېرې زړۀ پورې نتیجې ترلاسه کړې شي.

    د افغانستان حالات

    د تېر وړوکي اختر پۀ موقع د افغان حکومت پۀ خواهش د طالبانو غورځنګ افغانستان کښې د جنګ بندۍ عملي مظاهره وکړه. طالبان ښارونو ته راغلل او ملّي اردو سره ئې پۀ ګډه د اختر خوشحالۍ ونمانځلې، ولې دا ‘اوربند’ صرف درې ورځو د پاره ؤ. بل طرف ته د افغانستان کونړ ولایت کښې د تحریک طالبان پاکستان امیر مُلا فضل الله د ډرون الوتکې د حملې پۀ نتیجه کښې سره د څو ملګرو ووژلے شو. افغان طالبانو دا پېښه خوښه نۀ کړه او دا خبرونه راغلل چې د دغه پېښې د وجې افغان طالبانو اوربند ته دوام ورنۀ کړو.

    دا خبرونه هم را روان دي چې افغان طالبان د افغان حکومت سره خبرو اترو ته تیار دي او پټ پۀ پټه خبرې هم روانې دي. د پاکستان د زمکني فوځونو مشر جنرل باجوه هم د افغان حکومت پۀ بلنه د کابل سفر وکړو. داسې برېښي چې د دې سفر مقصد هم افغانستان کښېې د طالبانو او حکومت تر منځه د روغې جاړې راوستلو ته لاره هوارول وو. ولې اوس افغانستان کښې دومره جنګیالي ګروپونه فعالیت لري چې صرف یو ګروپ سره دغه روغه جاړه راوستلو سره سوله یا امن نۀ شي یقیني کېدے، خو بیا هم کۀ د طالبانو غورځنګ خبرو ته تیار شي او د حکومت خلاف عملیات بند کړي نو مثبت نتیجې راوتې شي. البته طالبان د خارجه عسکرو موجودګي د سیاسي امن لاره کښې یو خنډ ګڼي. د طالبانو دا موقف پۀ خپلو نتیجو کښې د خارجه عسکرو پۀ افغانستان کښې د قیام هم داسې جواز جوړېږي څنګه چې ئې دغه خارجه عسکرو ته افغانستان ته د راتلو جواز ورکړے ؤ. پاکستان به د نړیوال فشار لاندې د افغانستان دننه امنیت د پاره خپل کردار لوبولو باندې نړۍ مطمئنه کوي.

    د ترکي صدارتي انتخاباتو کښې د طیب اردګان کامیابي

    ترکي کښې پۀ پینځویشتم جون صدارتي انتخابات وشول. د دې انتخاباتو پۀ نتیجه کښې پۀ خپله صدارتي څوکۍ ناست طیب اردګان یو ځل بیا د ترکي اولسمشر منتخب شو. دۀ درې پنځوس في صده رایې اخستې دي. د رجب طیب اردګان ګوند یو اسلامي سیاسي ګوند دے. د دې ګوند کوشش دا دے چې ترکي یو ځل بیا د سیکولر ریاست پۀ ځاے مذهبي ریاست جوړ کړي، ولې پۀ دې مقصد کښې لا بریالے شوے نۀ دے. ترکي کښې لا هغه قوتونه موجود دي چې د ترکي جمهوري او سیکولر حېثیت بحال ساتل غواړي.

    رجب طیب اردګان باندې دا الزام هم دے چې دے اٰمرانه سوچ لري، ولې پاکستان کښې جماعت اسلامي دے خپل ملګرے ګڼي او د دۀ پۀ کامیابۍ ئې پاکستان کښې ډېرې خوشحالۍ کړې دي. یاده دې وي چې د رجب طیب اردګان پۀ مشرۍ کښې ترکي د امریکې او اروپائي هېوادونو سره د نېټو (NATO) پۀ پوځي تنظیم کښې جوت کردار لوبوي. شام )سوریا( کښې د ترکي لاس وهنه او د شام د حکومت پۀ خلاف د ترکي دریځ هم ښکاره دے.

    د ترکي پوځونه د نېټو پۀ ملګرتیا کښې افغانستان کښې د طالبانو او نورو مذهبي جنګیالو پۀ خلاف جنګېږي، البته پۀ سفارتي کچ افغانستان کښې د حکومت او د حکومت د مخالفو قوتونو ترمنځه د روغې جوړې راوستو پۀ لړ کښې ترکي د مثبت کردار لوبولې هڅې کوي.

    دا هم یو حقیقت دے چې رجب طیب اردګان پۀ اصل کښې ترک شاونسټ دے چې یو ځل بیا عربي/ اسلامي هېوادونو باندې د ترکۍ د حکمرانو خوبونه ویني او دې ته عملي جامه اغوستلو د پاره اسلام د یو tool پۀ توګه استعمالوي او عرب هېوادونه د دغه خوب د تعبیر کېدو مزاحمت کوي. کۀ د عربي هېوادونو اٰمران دي کۀ بادشاهان، پۀ دې حقله یو دریځ لري چې ترکي به بیا پۀ خپله خاوره د حکمران پۀ صورت کښې پرې نۀ ږدي. عربي هېوادونو کښې چا د امریکې لمن نیولې ده او چا د روس ـــ ترکي هم د امریکې عملي ملګرے دے.

    کتے به شي چې رجب طیب اردګان به راتلونکي وختونو کښې ځان له کومه لاره خوښوي، ځکه چې دۀ د یو ائیني ترمیم پۀ ذریعه ملک کښې د پارلېماني نظام پۀ ځاے صدارتي نظام رائج کړے دے چې پۀ نتیجه کښې ئې زیات سیاسي او انتظامي اختیارات ترلاسه کړي دي.

    غمرازي

    تېره مياشت کښې پښتو او پښتنو باندې ډېر درانۀ غمونه راغلي دي داسې درنې څټې پرېوتې دي چې خپل ژوند ئې د پښتو او پښتنو د پاره وقف کړے ؤ.

    د پښتون سټوډنټس فیډرېشن پېښور پوهنتون فېصل سردار، ترقي پسند مزدور لیډر فقير حسېن لالا،شاعر اديب او صحافي سردار خان فنا، طنز او مزاح ليکونکے شاعر داد محمد دلسوز، رحمان شناس پروفېسر محمد الله خلیل چا چې پنځوسو نه زيات د دیوانونو پۀ تدوين کښې د رحمان بابا کليات مرتب کړي دي، ډاکټر قابل خان اپريدے د پېښور پوهنتون د انګرېزۍ څانګې چئیرمېن چې پۀ حمزه بابا باندې ئې پي اېچ ډي کړې وه، فولکلورسټ داور خان دواد، نوميالے اولسي سندرغاړے اکبر حسېن شاخيلے، د فاروق سرور پلار حاجي غلام سرور کاکړ او د اردو صاحبِ اسلوب اديب مشتاق احمد يوسفي چا چې اردو ادب کښې د پښتون تشخص پۀ شاندار انداز کښې پېش کړے دے ځکه چې خپله هم د راجستان پښتون نژاد يوسفزے ؤ. د دې ټولو نوميالو مړينه د قام اولس ژبې او ادب لوے زيان دے.

    ”پښتون“ د دوي د کار او زيار ستائينه کوي او دا ټول درانۀ غمونه د خپل کور انګڼ ګڼي. خداے دې دغه ارواو ته مغفرت او د دوي غم ځپلیو کورنیو ته د صبر توفیق ورکړي )امین(.