Tag: د پښتون اداريه

  • اداريه – جولائي 2021ز

    اداريه – جولائي 2021ز

    حکومت، بجټ او غريب

    د کال دوه زره يويشت او دوويشت د بجټ پۀ هندسو، مدونو، مختلفو پنګو، ټېکسونو، اسانتياؤ او نورو قسم قسم اړخونو هډو خبره نۀ کوو ځکه چې کۀ يو خوا دغه د کهربونو او اربونو خبرې زمونږ پۀ پوهه کښې نۀ راځي نو بلخوا د بجټ دا قيصه اوس داسې کورنۍ کورنۍ ښکاري ځکه چې هر کال دا “بلا” راځي او د غريب سړي کټوۍ او نغرے تالا ترغه کوي . نو څۀ به وشي کۀ مونږ پرې اوس بحث کوو چې فلانکي مد کښې داسې وشو او ډينګري کښې داسې ولې ونۀ شو. هر بجټ کښې نومونه يو شان وي خو بس د پېسو لګښت زيات يا کم وي، نوره خبره بېخي د تېر بجټ پۀ څېر وي . رښتيا دا هم عجيبه ده چې کۀ حکومت د کوم ګوند هم وي خو خبرې او دعوې ئې اکثر يو شان وي . او پۀ دې دعوو او خبرو کښې يوه خبره د دې ملک د ټولو نه زياتې برخې يعنې د غريب اولس پۀ اړه وي . هر بجټ کښې هر حکومت غريب له مبارکۍ ورکوي او دعوې کوي چې غريب له ئې دا ځل ډېره لويه اساني ورکړې ده. غريب سړے هم نور د خداے نه څۀ غواړي خو بس دغه چې د دوه وخته ډوډۍ پۀ حيا عزت او اسانۍ سره وګټي. خو عجيبه دا ده چې غريب سړي کله هم د بجټ خواږۀ و نۀ ليدل . هر بجټ راشي او لاړ شي خو غريب سړے هم هغه شان پۀ ځان اخته پاتې شي . دا ځل بهر حال د بجټ پۀ سېشنونو کښې دوه خبرې داسې وشوې چې مخکښې نۀ وې شوې. يو خو دا چې د اسمبلۍ پۀ مقدس ايوان کښې د حکمران جماعت لۀ خوا پۀ اپوزيشن غړو داسې چپاوونه وشول چې تا به وې چې دا حکومتي غړي اصل کښې پۀ حکومت کښې نه بلکې پۀ اپوزيشن کښې دي ځکه چې کومه لهجه دوي استعمال کړه، کوم ګذارونه دوه وکړل، کومې سپکې تورې دوي ووئيلې، کوم د ايوان سپکاوے دوي وکړو نو داسې کله مخکښې نۀ وو شوي . داسې هم نۀ ده چې ګنې اپوزيشن خاموش ناست وو، د مسلم ليګ ن د غړو رويه هم پۀ هېڅ قانون د ستائنې نۀ ده خو د اصول او پارلېماني تاريخ تر مخه د اپوزيشن خو کار دا وي چې تنقيد به هم کوي او حکومت به نېغې ته هم راښکي خو حکومتي غړو د دوي دغه جمهوري حق هم نۀ منلو او د پارلېمان پۀ دروند خوږ ايوان کښې د ائين کتابونه د ګذارونو لپاره وکارولے شو. بهر حال، دا به د دې ملک او قوم بدقسمتي وګڼو چې د دوي پۀ ووټ او خوښه د فېصلې کور ته رسېدلي خلک د اولس نه بلکې د ځان او خپل ګوند او مشر د نامې د تحفظ پۀ بهانه د ائين، جمهوريت او پارلېماني اصولو سپکاوے کوي . خو دا هم وئيل ضروري دي چې کله هم يو پۀ ائين، جمهوريت، جمهوري اصولو او قانون مئين پارلېمنټېرئين داسې يو ګام نۀ شي پورته کولے څنګه چې پۀ دغه ورځ پۀ اسمبلۍ کښې پۀ حادثاتي توګه راغلي خلکو اوچت کړو. خلک وائي چې د دې هر څۀ مقصد دا ؤ چې د خلکو پۀ نظرونو کښې دا ايوان، اولسي نمائندګان او جمهوري پارلېماني نظام سپک کړے شي . خلک هم صحيح وائي ځکه چې د دې پېښې نه هم دا تاثر ځي خو بيا پۀ دې ملک کښې د جمهوري لاس ته راوړنو او لوے لوے جمهوري مبارزينو کارنامې هم ځان ته څۀ وائي نو کۀ د چا دا خيال وي چې داسې پۀ اسانه به دا نظام ونغاړي او صدارتي نظام ته به لاره هواره کړي نو دا هم يو ګران کار دے . بيا د اولسي نمائندګانو او پۀ خصوصي توګه پۀ حکومت کښې د ناستو خلکو او وزيرانو دا ذمه واري بلکې فرض وي چې اولس ته رښتيا ووائي او کۀ حالات سخت وي نو چې ډاډ ورکړي . پۀ دې مېدان هم د حکومتي جماعت نمائندګان او وزيران ډير پاتې راغلي دي . لکه د وفاقي وزير پروېز خټک د دې بيان مونږ څۀ مطلب واخلو چې پۀ پښتونخوا صوبه کښې غريب د سره شته نه او د پاسه ئې پرې دا هم وئيلي چې کۀ چېرته وي نو دۀ ته ئې وښايئ . دا ډېره غور طلب خبره ده . يا خو پروېز خټک صېب ته د سره د خپلې صوبې د حالاتو پته نشته او يا ښۀ پۀ وس د عمران خان د خوشحالولو لپاره د خپلې صوبې د خوار غريب اولس سپکاوے کوي . کۀ يو سړے پۀ موجوده حکومت کښې او د تېرو درې کلونو راهسې د ګرانۍ او د روزه مره شيانو قيمتونو کښې زياتوالي ته وګوري نو سوال داسې نه چې “غريب چرته دے” بلکې داسې پکار دے چې “غريب به پاتې وي کۀ نه”؟ ځکه چې د تحريک انصاف حکومت د غلطو پاليسيو، نااهلۍ او نالائقۍ لۀ وجې کۀ يو خوا د ملک ټول سېسټم، سياست، معيشت، ګاونډيانو سره اړيکې، عالمي کچ باندې مقام او خارجه پاليسي ځپلې شوې ده نو ورسره د ټولو نه زيات نقصان، زيان او تاوان د ملک غريب سړي ته اوړېدلے دے ځکه چې کۀ بجلي ګرانه شوې ده نو اثر ئې پۀ صنعت او کارخانه پرېوتے، کۀ تېل ګران شوي نو اغېز ئې پۀ ټرانسپورټ شوے، کۀ روپۍ بې وقعته شوې نو اثر ئې پۀ سرمايه کارۍ شوې او کۀ هر شے ګران شوے نو اثر ئې نېغ پۀ نېغه پۀ غريب سړي شوے دے ځکه چې غريب سړے هر ځاے خوار دے. خو بيا هم د صوبې پخواني وزيراعلي پروېز خټک ته پۀ صوبه کښې د غريب درک نۀ دے معلوم! کېدے شي د هغۀ خبره ټيک وي ځکه چې د غريب ليدلو لپاره لږ کليو او بانډو ته سر تا کول پکار وي او ښکاري داسې چې د تحريک انصاف نمائندګان د ګرمۍ له وجې د اسلام اباد د يخو کمرو نه نۀ راوځي . ګنې کۀ څوک غريب او مفلوک الحال يو سړے نه بلکې پوره طبقې او لښکرې ليدل غواړي نو لرې نه او د پېښور پۀ چوکونو کښې دې وګرځي، خپله به ورته معلومه شي چې غريب چرته دے او پۀ څۀ حال دے . کۀ دا هم نۀ شي کولے نو يو دکان ته دې ورشي او د غوړو او چينو تپوس دې وکړي چې پۀ څۀ نرخ دي . اوس څۀ به ووايو! خو بس دغه زمونږ بجټ دے چې څنګه پاس شوے دے نو هره ورځ ورپسې يو نه يو شے ګرانېږي او حکومت ښۀ مزه کښې دے ځکه چې غريب لۀ سره شته نه نو ټېنشن د څۀ خبرې!

    جاني خېل او د عثمان کاکړ غم

    د جاني خېل د پېښې او چې بيا وروستو څۀ څۀ شوي پۀ هغې ټوله دنيا خبر ده . خلکو وليدل چې څنګه د څلورو تنکيو ځوانانو مړي پۀ لاس راغلل او بيا پرلت ووهلے شو تر څو حکومت بدنصيبه او غمځپلې کورنيو ته ډاډ او انصاف ورکړي خو لۀ بده مرغه ورپسې مياشت کښې دننه دننه هغه سړے هم د مرګ پۀ لار روان کړے شو چا چې د پرلت وهونکيو او حکومت ترمېنځه د ذمه وار رول لوبولو . ځکه نو د جاني خېلو اولس يو ځل بيا راووتو او پرلت ئې پېل کړو. خلکو صرف انصاف غوښتلو خو د انصاف پۀ نامه راغلي جماعت دغه پله هډو پام و نۀ ګرځولو او بيا خلکو وليدل چې پۀ بنو کښې اسلام اباد پله د مارچ دوران پرې زور زياتے وشو. بهر حال ښۀ خبره دا ده چې مياشت پس د پرلت وهونکيو او صوبائي حکومت ترمېنځه خبرې اترې کاميابې شوې او پرلت ختم کړے شو. مونږ عدالت نۀ يو چې قضاوت به کوو چې څوک سم او څوک ناسم دي، څوک رښتيا او څوک دروغ وائي خو د حکومت مثال د مور وي او چرته چې هم اولس سره کومه ناانصافي يا ظلم وشي نو د اولس سترګې حکومت پله وي . لۀ بده مرغه دلته حکومت کۀ وفاقي دے او کۀ صوبائي بېخي سترګې پټې کړې وې او هډو دا ئې وئيل نه چې ګنې جاني خېل هم د دې ملک برخه ده . پکار خو دا وه چې پۀ وړومبنۍ ورځ حکومت ورغلے ؤ او خلکو سره ئې غمراضي کړې وه او بيا ئې ترې ځان پوهه کړے ؤ چې دوي څۀ غواړي . د ټولنيزو رسنيو لۀ لارې د دوي خبرونه ټولې نړۍ ته رسېدل خو پېښور کښې ناست د حکومت غړي ناخبره وو. صرف يو عوامي نېشنل ګوند دے چې صوبائي صدر اېمل ولي خان ئې پرلت ته هم ورغلے ؤ او صوبائي اسمبلۍ نه ډپټي اپوزيشن ليډر سردار حسېن بابک د خپل ګوند د غړو سره د جاني خېل د پرلت وهونکيو سره پۀ روان سلوک واک اوټ هم کړے دے . بهر حال، اوس چې کومه معاهده شوې بايد پۀ دې عمل درامد وکړے شي او دا خبره يقيني کړے شي چې ائنده داسې څۀ بده پېښه و نۀ شي .

    دغه شان د پشتونخوا ملي عوامي پارټۍ د پخواني سېنېټر عثمان خان کاکړ د مرګ هم بايد پوره پوره پلټنې وشي ځکه چې کۀ يو خوا عثمان کاکړ يو لوے سياسي مبارز ؤ نو بلخوا کوم عام سړے نه بلکې د ايوان بالا يعنې سېنېټ يو مخکښ غړے هم ؤ. د خداے بخښلي مړينه کۀ يو خوا سياست ته زيان دے نو بلخوا هغه د ائين او قانون هم پېژندلے نامه وه . کورنۍ ئې پۀ مړينې د شکونو څرګندونه کړې ده . بايد دغه د هغوي شکونه وسپړدلے شي تر څو حقيقتونه مخې ته راشي . دا هم ښۀ خبره ده چې د بلوچستان حکومت د خداے بخښلي عثمان کاکړ د مرګ تحقيقاتو لپاره د جوډيشل کمېشن جوړولو پرېکړه کړې ده . بايد پۀ دې لړ کښې ټول حکومتي اختيار او وسائل پۀ کار راوستے شي او پوره پوره تحقيقيات وکړے شي تر څو د خداے بخښلي د کورنۍ سره سره پوره پوره انصاف وکړے شي .

    د شهيد هارون بلور درېم تلين

    د جولائۍ پۀ لسمه نېټه کال دوه زره اتلس کښې د عام ټاکنو نه صرف دوه هفتې وړاندې د پېښور پۀ يکه توت کښې د شپې خواوشا يوولس بجې د چاودنې بدرنګ اواز ټول پېښور ولړزولو او لږ ساعت پس خبر خور شو چې د شهيد بشير بلور نر زوے هاورن بلور پۀ دغه ځانمرګي چاودنه کښې شهيد شوے دے. ورسره پنځويشت نور د دې خاورې بچي هم شهيدان شوي وو. هارون بلور پۀ دغه ټاکنو کښې د پي کے ۷۸ نه د عوامي نېشنل ګوند اميدوار ؤ او د خپل شخصيت او خدمت لۀ وجې ئې د ټولو خلکو پۀ زړونو کښې داسې ځاے کړے ؤ چې چرته به تلو نه پۀ زرګونو خلک به ورته راټولېدل . پۀ دغه ماسخوتن هم هارون بلور خپل قام ته د خپل غږ رسولو لپاره لۀ کوره وتلے ؤ او پۀ زړۀ ئې د قام د خوشحالۍ او سوکالۍ ارمانونه وو خو هغه ټول ارمانونه پاتې شو ځکه چې نر هارون بلور د يو ځانمرګي د بريد ښکار شو. کۀ د هارون بلور ژوند، هلو ځلو او سياست ته ګورو نو هغه يو کل وقتي خو ولې ځوان سياسي مبارز ؤ. سياست هغۀ ته پۀ ګوټي کښې پاتې ؤ او لکه د شهيد پلار ئې وېره لۀ سره پېژنده هم نه . هر ځاے ته ئې خپل قام پسې ځان رسولو او د خپل اولس سره پۀ هره سخته او راته کښې کلک ولاړ ؤ . د دې سره سره هارون شهيد يو تعليميافته بچے ؤ ځکه نو کۀ د سياست پۀ کچه پخه پوهه نو ورسره د خپلې خاورې او اولس پۀ مسئلو هم خبر ؤ. بيا چې پلار ئې شهيد بشير بلور او ترۀ ئې حاجي غلام احمد بلور وي، نو هغه به سياست کښې ګټه ولې نۀ کوي او د اولس زړونه به ولې نۀ ګټي . خو د ظالمانو دغه خوښه نۀ وه او هارون ئې شهيد کړو. خو پۀ انسان وژلو او د يو انسان پۀ نظريه وژلو کښې فرق وي . کۀ څۀ هم نن هارون بلور پۀ دې دنيا نشته خو ولې د هغۀ سوچ او نظريه ژوندۍ ده . کۀ چا دا وئيل چې هارون بلور به ختم کړي نو نن دې راشي او و دې ګوري چې د هارون بلور کورودانې ثمر بلور بي بي لکه د غر پۀ شان د خپل اولس پۀ مېنځ کښې ولاړه ده او ځوان دانيال بلور هم د پلار او نيکۀ يادونه تازه کوي . د بلور درنې کورنۍ قربانۍ هر چا ته معلومې دي . د دې کورنۍ استقامت هم هر چا ته معلوم دے . د مشر حاجي غلام احمد بلور حوصله او صبر هم هر چا ته معلوم دے . دا هر څۀ ښائي چې انسان د خپل کار او مقصد سره رښتينے وي نو د نړۍ يو قوت ئې هم نۀ شي فنا کولے . نن هارون بلور شهيد د خپل قام پۀ زړونو کښې ژوندے دے. قام پرې ولاړ دے او قام پرې ناز هم کوي . عوامي نېشنل ګوند ډېر وځپلے شو، ډېر ووهلے شو، ډېر خنډان ورته ودرولے شو او ډېرې دسيسې ورته جوړې شوې خو دا د ګوند د هر شهيد برکت دے چې دا ګوند د خپلو سپېځلو شهيدانو د پاکې وينې پۀ برکت لا هم موثر او مضبوط شوے دے. دا ګوند کۀ د سلو کالو تحريک او تاريخ لري نو ورسره د هاتي خېلو، ټکر، بابړې او قيصه خوانۍ پۀ شان پۀ زرګونو شهيدان هم لري . دا ګوند پۀ خپلو ټولو شهيدانو وياړ کوي او دا ژمنه کوي چې پۀ اصولي، جمهوري، پارلېماني لارو او د فخر افغان باچاخان بابا د عدم تشدد پۀ لار به د خپل قام خدمت جاري ساتي.

  • اداريه – فروري 2021ز

    اداريه – فروري 2021ز

    کاش چې رښتيا ووئيلے شي

    نن چې څوک هم د ملک مجموعي حالاتو ته ګوري نو زړۀ ئې وبوږنېږي، او غريب سړے خو بېخي پوزې لۀ راغلے. هر سړے حالات ګوري او پوهه دے چې ملک ورځ تر بلې مخ پۀ ښکته روان دے. صرف يوه طبقه بلکې يو څو اشخاص داسې دي چې هغوي ته حالات ډېر ښۀ، نارمل بلکې ملک مخ پۀ بره روان ښکاري، او د ترقۍ دعوې هم کوي؛ دغه خلکو کښې زمونږ حکومتي واکمن، وزيراعظم، د وزيراعظم وزيران او مشيران شامل دي . خلک چغې وهي چې ګراني ده، خلک چغې وهي چې دوائي ګرانه شوه، خلک چغې وهي چې تېل، اوړۀ، غوړي او چيني وغېره د هور پۀ بيعه شول خو بلخوا وزيراعظم دغه د اولس ژړا فرياد رد کوي او دعوي کوي چې پۀ ملک کښې ګراني تر ټولو ټيټې کچې ته راغلې ده . اوس يا خو عوام دروغ وائي او يا د ملک وزيراعظم . کۀ مسئله نۀ هوارول وي نو بس دا ئې اسان حل دے چې پړه پۀ اولس واچولې شي او لکه د وزيراعظم صېب فرمان جاري کړے شي چې ملک کښې ګراني نشته او دا ټولې د اپوزيشن ډرامې دي . خو هر سړے پوهه دے چې دا د مسئلې حل نۀ دے. د مسئلې حل مسئله منل دي، د مسئلې حل لټول او ذمه وارو لۀ پړه پۀ غاړه اخستل دي. لۀ بده مرغه نن چې د ملک د چلولو واګې د چا پۀ لاس کښې دي، هغوي يا خو د اولس بدې ورځې ويني نه او يا ئې پۀ ځان غوږونه راچولي دي . مونږ ګورو چې د حکومتي جماعت پۀ حکومت کښې د راتلو نه مخکښې کومه رويه وه، هم هغه عادت ئې نن هم پۀ ځاے دے . مشران وائي چې د ذمه واريو سره سړے سنجيده هم شي او د خبرې اورېدو او برداشت توان ئې هم زيات شي، خو دلته خبره بل شان ده، بلکې پۀ حکومت کښې د راتلو نه پس د حکومتي جماعت د غړو ژبې لا تېزې شوې دي، او ورسره خبره پۀ يو نېب دروغ وئيلو ته اوړېدلې ده . تازه مثال ئې د شفافيت د نړيوال تنظيم “ټرانسپرنسي انټرنېشنل” د رپورټ دے . هر چا ته پته ده چې دا تنظيم د خپلو پلټنو، کره کتنو او تحقيقاتو پۀ رڼا کښې هر کال د نړۍ پۀ ملکونو کښې د کرپشن حالات وړاندې کوي . روان کال ئې هم خپل دغه کار ترسره کړو چې پۀ ۱۸۰ ملکونو کښې ئې د کرپشن حالات نړۍ ته کېښودل . زمونږ لپاره پکښې خبر دا ؤ چې پاکستان پکښې د تېر کال پۀ مقابله کښې پۀ کرپشن کښې “ترقي” کړې ده يعنې د کرپشن پۀ نړيواله درجه بندۍ کښې مملکت خداداد د ۱۲۰ نه ۱۲۴ نمبر ته دانګلي دي . دا خبر ځکه هم مهم دے چې د کرپشن پۀ درجه بندۍ کښې دا ټوپ د هغه سړي پۀ حکومت کښې وهلے شوے د چا بيانيه، چغې، نعره او د عام ټاکنو لويه وسله چې هم دغه د کرپشن مخنيوے ؤ . مونږ ټولو ته ياد دي چې عمران خان به څۀ څۀ وئيل؛ وئيل به ئې چې ملک کښې د روزانه پۀ بنياد دولس اربه روپۍ غلا کېږي، وئيل به ئې چې د تېلو د زيات قيمت لۀ وجې پېسې نېغ پۀ نېغه پۀ حکومت کښې د ناستو خلکو جېبونو ته ځي، وئيل به ئې چې د ټېکسونو پېسې هم دوي اخلي او دغه شان خبره به ئې پۀ هره جلسه او هره موقع پۀ دې راټولوله چې د دۀ نه بغېر ټول غلۀ دي . دا خبرې عمران خان دومره پۀ تواتر او يو نېب کولې چې خلکو ته رښتيا هم دا پۀ نظر راتلل شروع شول . بيا عمران خان حکومت جوړولو کښې برے وموندو او وزيراعظم شو. وعدې ئې کړې وې چې سل ورځو کښې بۀ بدلون راځي، يو کروړ نوکريانې او پنځوس لکه کورونه به جوړولے شي، ارزاني به رواستې شي او پۀ مېرټ بۀ کار کولے شي وغېره وغېره. وخت تېرېدو سره سره اولس ورو ورو پۀ ځان پوهېدل شروع شو چې لوبه ورسره وشوه خو اوس اوبۀ لۀ ورخه تېرې وې . اولس چغې وهل شروع کړل خو وزيرانو او مشيرانو “بادشاه” سلامت ته ووئيل چې دا د مخالف جماعتونو دسيسې دي او ملک ډېر ښۀ روان دے. دا خو پکښې مېنځ کښې د کورونا وبا راغله ګينې نو ملک ئې واقعي چې “بدل” کړے ؤ او دا مونږ نۀ وايو بلکې د وزيرانو بيانونه ئې پۀ رېکارډ شته چې د کورونا لۀ وجې لږ لم لېټ شول ګينې پۀ اېشياء کښې به اوس پۀ اول نمبر وو . خو اوس اولس د دوي پۀ خوي بوي پوهه شوے ؤ نو دغه دعوو ته ئې پام و نۀ ګرځولو او غوښتنه ئې وکړه چې بدلون دې پۀ شړق ولګي خو ګراني قابو کړئ . خو د حکومت وزيران او مشيران پۀ دې ولاړ دي چې ګراني نشته او ملک کښې ارزاني لۀ مخکښې نوره هم زياته شوې ده . ځکه نو چې کله د ټرانسپرنسي انټرنېشنل رپورټ راغے نو پۀ حکومت لکه چې بم پرېوتے وي . خو غم بۀ ئې هغه څوک کوي چې مخکښې وروستو ئې څۀ غم درد وي، د اولس فکر بۀ هغه څوک کوي چې د اولس پۀ ووټ راغلے وي؛ هغه وزيراعظم به د ملک د اولس څۀ غم وخوري چې د اولس پۀ ووټ نۀ وي راغلے بلکې راوستے شوے وي . نو هغه د ټي ائي رپورټ چې د تېر حکومتونو پۀ وخت کښې به دوي د مثال پۀ توګه وړاندې کولو، د دوي لۀ خوا رد کړے شو او بيا ئې فرمان جاري کړو چې پۀ دې رپورټ کښې پۀ کار راوستے شوے مواد زوړ يعنې د تېرو کلونو ؤ . دا بيانيه ئې ونيوله او هر حکومتي وړوکي او لوے سړي پۀ هرځاے کښې هم د دې ورد شروع کړو . يو خوا د ټي ائي رپورټ ؤ او بلخوا د وزيراعظم وزيران او مشيران؛ خلک حېران وو چې د چا ومني . خو هغه چې وائي چې د دروغو مزے لنډ وي نو ډېر زر ورته احساس وشو چې دا دروغ ئې نۀ چلېږي نو بس بيا ئې بهانې شروع کړې او قيصه ئې د تېرو حکومتونو پۀ سر د ورتپلو کوشش وکړو . بهر حال، پۀ دې دومره نازکه مسئله هم حکومت د دروغ وئيلو خپل عادت پۀ ځاے وساتلو . دغه شان کۀ وګورو نو د يوې مياشتې پۀ لنډه موده کښې مونږ وليدل چې حکومت ته د براډشيټ، پارټي فنډنګ کېس، ملائشياء کښې د پي ائي اے پۀ برمته کېدلو، د مچ، کوټه مظاهرينو سره د دلاسې، د نېب پۀ کردار، او د سېنېټ الېکشن لپاره د حکومت لۀ خوا پۀ روان جوړ توړ هېڅ د رښتيا وئيلو همت و نۀ شو . عجيبه خبره دا هم ده چې څوک هم پۀ حکومت کښې کوم نقص يا کمے پۀ ګوته کوي نو حکومتي واکمن او د حکومتي جماعت غړي نېغ پۀ نېغه پۀ تېرو حکومتونو بمباري کوي او د هر څۀ لپاره هم هغوي ذمه وار ګرځوي . سړے حېران شي چې دوي د تېرو دوه نيم کلونو راهسې اخر ناست څۀ ته دي . نن پۀ سياسي، اقتصادي، د خارجه پاليسۍ او يو شمېر نورو معاملو کښې ملک د بحراني کېفيت سره مخ دے خو لۀ بده مرغه حکومت د رښتيا وئيلو توان نۀ لري او هره مسئله پۀ دروغو د پټولو کوشش کوي . مشران وائي چې “رښتيا چې راځي دروغو به کلي وران کړي وي”، هسې نه چې د حکومت بچ کولو لپاره دروغ هم داسې جاري وي او پۀ اخر کښې ئې تاوان ټول ملک ته ورسي . ملک يو ډېر فېصله کن ګوټ پېر باندې ولاړ دے، فېصله به کول وي، يا خو به دا “نيازبين” حکومت بچ کول وي او يا ملک . کۀ پۀ دروغو کار چلېږي نو بيا خو دې ښۀ پۀ نره او ډاډ ووئيلے شي او کۀ نا دروغ د مسئلې حل نۀ وي نو بيا بايد رښتيا ووئيلے شي.

    “اے اېن پي د دې خاورې رښتينے نمائنده جماعت”

    د جنورۍ پۀ درويشتمه نېټه پېښور کښې د باچاخان اوونۍاو د انجمن اصلاح الافاغنه د سل کلن جشن پۀ وياړ راجوړې يوې لويې او تاريخي جلسې ته د عوامي نېشنل ګوند مرکزي سينئير نائب صدر امير حېدر خان هوتي، مرکزي ستر سېکتر ميا افتخار حسېن او صوبائي صدر اېمل ولي خان مهمې وېناوې وکړې . د مشرانو لۀ خوا پۀ وېناوو کښې څو مهمې غوښتنې او ټکي مخې ته راغلل چې پکښې د ترهګرۍ خلاف د جنګ د پلټنو لپاره د ټروتهـ کمېشن قيام، د ضم ضلعو لپاره اعلان کړے شوې سل اربه روپو او درې فيصده اېن اېف سي برخې ادائيګي، د ضم ضلعو ډي مائن کول او د ورکو خلکو پۀ سمدستي توګه پۀ عدالتونو کښې وړاندې کول شامل وو . پۀ دې موقع مياافتخار حسېن دا هم ووئيل چې ډېره د افسوس خبره ده چې چا ملک دوه ټکړې کړے دے نو هغه وفادار دي او چا چې د ملک د بچ کولو کوشش کړے دے نو هغه غدار دي . مشرانو پۀ دغه جلسه کښې د پښتون اولس د حق، د ووټ د احترام او د سياست،جمهوريت او پارلېماني رواياتو پۀ ځاے د ساتلو هم خبره وکړه . لۀ دې وړاندې د ګوند صوبائي صدر اېمل ولي خان د باچاخان اوونۍ او سل کلن جشن د پرانستې پۀ موقع غونډې ته پۀ خپلو خبرو کښې پۀ څرګنده ټکو کښې وئيلي وو چې د دې ځمکې حقيقي وارث عوامي نېشنل ګوند دے او زياته کړې ئې وه چې هم دا باچاخان او خدائي خدمتګار وو چا چې خپل اولس لۀ د ووټ حق ګټلے دے . کۀ د مشرانو خبرو، غوښتنو او مطالبو ته غوږ شو نو مونږ ته پکښې صرف او صرف د خپل اولس درد او غم ښکاري . کۀ د ټروتهـ کمېشن خبره ده نو د دې اولس حق دے چې ورته رښتيا ووئيلے شي، دغه شان کۀ د ضم اضلاع سره شوې وعدې يادوو نو بايد خلاص ووئيلے شي چې ولې د درې کلونو تېرېدو باوجود د جنګ ځپلې سيمې بې سېواده، غريب او کري کور اولس نن هم د خپل حق څخه بې برخې دے . دغه شان کۀ نن دلته پۀ صوبه کښې د حکومت جوړښت ته ګورو نو سړے حېران شي چې پۀ حکومت کښې ناست خلک اخر پۀ کوم قابليت ناست دي، ايا دوي د اولس د خدمت تاريخ لري؟ ايا دوي قربانۍ ورکړي؟ ايا دوي د اولس پۀ مسئلو خبر دي؟ ايا دوي اهليت لري؟ ايا دوي د اولس اصل نمائندګان دي؟ ايا دوي د اولس پۀ ووټ راغلي؟ وغېره وغېره . د هر سوال،جواب به نفي کښې وي . ځکه نو اېمل ولي خان ووئيل چې اے اېن پي د دې خاورې حقيقي نمائنده او وارث جماعت دے . دا خبره صوبائي صدر څۀ پۀ جذباتو کښې نۀ ده کړې، بلکې د دې پۀ شا يو تاريخ، يو حقيقت، يوه مبارزه، يو سفر، يو سوچ، يوه نظريه او بلها قربانۍ پرتې دي . دا باچاخان ؤ، دا د هغۀ بې لوثه ملګري خدائي خدمتګاران وو چا چې لۀ دې ځمکې پېرنګے شړلے، دا باچاخان او خدائي خدمتګار وو چا چې خپل اولس لۀ د ووټ حق ګټلے، دا باچاخان ؤ چا چې خپل اولس لۀ د خپل حق غوښتلو لار ورکړې وه . نن هم کۀ پۀ دې ځمکه چرته يو داسې غږ وچتېږي کوم چې د اولس بنيادي د ازادۍ حق، د ژوند کولو حق او د امن پۀ لار کښې خنډ جوړېږي نو بل يو هم نا بلکې هم دا عوامي نېشنل ګوند مخې ته ودرېږي، اواز پورته کوي، خپلې سينې وړاندې کوي، قربانۍ ورکوي خو پۀ دې ځمکه د بنيادپرستو او غېر جمهوري خلکو سوچ لۀ ځاے نۀ ورکوي . خلکو د اے اېن پي پۀ حکومت کښې وکتل چې د ترهګرۍ او سېلابونو باوجود پۀ دې ځمکه د يونيورسټيو، کالجونو او سکولونو جال خور کړے شو . يو خوا هغه خلک وو چا چې سکولونه الوځول او بلخوا د دې خاورې حقيقي وارث عوامي نېشنل ګوند ؤ چا چې دلته سکولونه جوړول . يو خوا هغه خلک وو چې خلکو نه ئې د ژوند کولو حق تروړلو او بلخوا دا ګوند ؤ چې د امن لپاره ئې خپلې سينې ډهال کړې وې . نن کۀ دا ګوند د دې خاورې د حقيقي نمائندګۍ دعوي کوي نو هسې ئې نۀ کوي بلکې پۀ شا يو څۀ ثبوت لري . کۀ پۀ تاريخي توګه د باچاخان او د خدائي خدمتګارو د هلو ځلو، منډو ترړو، قربانيو او مسلسل مبارزې نه د ګوند سياست عبارت دے نو کله چې ورته پۀ ۲۰۰۸ کښې د خپلې صوبې د اولس د خدمت موقع ترلاسه شوه نو نړۍ ته ئې وښودل چې خلک حکومت څنګه کوي. کۀ يو خوا ئې پۀ اتنظامي او پارلېماني توګه خپلې صوبې لۀ نوم او شناخت، حق او پنګه وګټله نو ورسره ئې پۀ نصاب کښې خپل اتلان هم شامل کړل تر څو د دې خاورې بچي د خپلو اتلانو، مشرانو او رښتيا تاريخ نه خبر شي. بيا د اتلسيم ائيني ترميم کارنامه خو د ملي مشر اسفنديار ولي خان داسې يوه کارنامه ده چې صرف د پښتونخوا اولس نا بلکې د ټول ملک واړۀ قامونه او وړې صوبې پرې ناز کولے شي . دغه د اولس د حقونو لاس ته د راوړنو سفر نۀ خو دغه ځاے ولاړ دے او نۀ د جمود ښکار دے، ځکه چې اوس د دې اولس د حق تحفظ او د دې ساتنه کول هم عوامي نېشنل ګوند خپل فرض ګڼي . هم دا تاريخ دے، هم دا سوچ دے، هم دا حقيقت دے، هم دا نظر دے، هم دا فلسفه او هم دا نظريه ده چې اېمل ولي خان نن پۀ څرګنده ټکو ښۀ پۀ خلاص مټ دعوي کوي چې عوامي نېشنل ګوند د دې خاورې رښتينے وارث دے . دا هم د پام وړ ده چې بل کوم ګوند پۀ سياسي توګه پۀ صوبه کښې د داسې دعوې همت هم نۀ شي کولے ځکه چې دومره څرګنده تاريخ، دومره څرګنده قربانۍ، دومره اوږده مبارزه او دومره پۀ خپل قام، اولس او ځمکه مئينتوب بل د چا سره هم نشته . حقيقت هم دا دے چې عوامي نېشنل ګوند د دې خاورې حقيقي وارث دے.