Tag: رهبر تحريک

  • “هېر به مې نۀ شي” – خان عبدالولي خان

    “هېر به مې نۀ شي” – خان عبدالولي خان

    يادګيرنه: د رهبر تحريک خان عبدالولي خان دا مضمون د 1945 د اګست “پښتون” کښې چاپ شوے ؤ. اداره ئې يو ځل بيا هم د اګست پۀ مجله کښې د محترم پروفېسر ډاکټر محمد زبېر حسرت پۀ مرسته او مننه چاپ کوي. (اداره)

    “هېر به مې نۀ شي”! د بمبۍ ښار پۀ يو ښکلي کلب کښې ناست وو. د پېښور پۀ کلو کښې د ګيدړو رنګې ژوند تېرولو نه پس ما اوږده ساه راښکلې وه. د دنيا نه د مهذبې دنيا دې ته حېران ناست وم. زمونږ پۀ مېز خبرې هم د ګپ شپ او هوهوا وې. چې څنګه همېشه پۀ داسې ځايونو کښې کېږي. ناګهانه يو دوه تنه مې وليدل چې زمونږ دې مېز ته رانزدې شو. او نېغ ما له راغلل. هغه يو پۀ کښې زمونږ د پېژندګلو ؤ. او بل ورسره يو پېرنګے ؤ. خو چا پېژندو نه. زمونږ هغه د پېژندګلو سړي هغې پېرنګي ته مخ واړولو، وې د دۀ نه تپوس وکړه مونږ ټول هسې هم د دوي پۀ راتلو خوشحاله نۀ وو. ولې چې رنګ کښې ئې بهنګ ؤ. او پۀ دې سوال جواب خو ډېر حېران شو. دې پېرنګي ما ته مخ کړو وې تۀ پښتون يې؟ زما د ډېرې مودې نه دا سودا وه چې زۀ به چرته پښتون ګورم او يو څو تپوسونه به ترې کوم. وې رښتيا به راته وائې. ما ستاسو متعلق کتابونه ډېر وئيلي دي او د هر څۀ نه ښۀ خبر يم. او هر ځاے کښې د پښتنو متعلق بحثونه هم کوم. خو ستاسو وطن مې ليدلے نۀ دے. دا ښۀ ده چې تۀ مې دلته وليدې. ما ورته وې ستا د سوالونونه وړومبے کېږم او دومره خبره کوم، چې تا کوم کتابونه وئيلي دي، پۀ هغې کښې او زما وېنا کښې به ډېر فرق وي. ولې چې د سرحد متعلق کتابونه د پېرنګيانو د لاس ليک دي. او هغوي هغه پۀ يو خاص غرض او مقصد ليکلي دي. او تر ډېره حده پورې به پۀ هغې کښې رښتيا نۀ وي. بلکې د خپل قام خدمت هغوي پۀ دې طريقه کوي. او هېچرې پۀ کښې داسې خبرې نۀ کوي چې پۀ هغې د هغوي قام او ملک ته فائده نۀ رسي. زۀ به درته رښتيا ضرور ووايم. خو دومره دې د مخکښې نه خبروم کۀ اورېدے ئې شې او يقين پرې کوے شې نو تپوس وکړه ګنې نو هسې زمونږ چرت هم مۀ خرابوه او ځان هم مۀ پۀ عذابوه. خېر هغه اوړېدونکے نۀ ؤ. کښېناست. چار چاپېره نورو خلقو هم کرسۍ راښکلې. پېرنګے شروع شو. وې چې ما څومره کتابونه وئيلي دي نو د هغوي ټولو نه دا خبره معلومېږي چې پېرنګيان او پښتانۀ پۀ ډېرو خويونو کښې يو بل ته نزدې دي. او ځکه ئې پۀ وطن کښې ګذاره ډېره ښۀ کېږي. او ما سېوا د يو څو بې سره کسانو نه نور ټول قام د پښتون پۀ پېرنګيانو او د هغوي پۀ طرز حکومت خوشحاله دي. او هر کله چې چا د سرکار پۀ کار کښې مداخلت کړے دے نو هم دغې مشرانو د قام د دې نورو مقابله کړې ده. او سرکار له ئې هېچرې دا تکليف نۀ دے ورکړے چې هغوي دې هغه بغاوت رفع دفع کړي. ورسره ئې يوه ډېره عجيبه خبره دا هم وکړه چې دا يوه ډېره د خوشحالۍ خبره ده ولې چې د هندوستان پۀ سرحد ضرور داسې يو قوم پۀ کار دے چې د هغوي حکومت سره د زړۀ مينه وي ځکه چې وېره هم د دغې اړخ نه کېدې شي. او کۀ چرې سبا له روس راځي نو د هغوي د مقابلې د پاره هم دغسې قوم پکار دے چې هغوي د سرکار د پاره خپل ځان او بچي قربان کړي. خو روس راپرې نۀ ږدي. ما ورته پۀ جواب کښې ووې چې بحثونه به پرې نۀ کوو خو زۀ به درته يوه واقعه بيان کړم. چې هغه زما پۀ خپل ځان تېره شوې ده. د هغې نه پس به زۀ تا ته او د دې حاضر مجلس نه تپوس وکړم او امېد کوم چې ستا او د دې نورو ملګرو به تسلي وشي. ما وې زما پۀ خپل عمر کښې د دې نه مخکښې هېڅ نۀ يادېږي. دا زما د ژوند اولنۍ خبره ده او داسې راته ياده ده لکه چې نن تېره شوې وي او چرې به “مې هېره نۀ شي”.

    د ١٩٣٠ز کال ؤ د قصه خوانۍ ډزې شوې وې. د اوړي ورځې شپې وې او سحر وختي ؤ مونږ لا ټول پۀ حجره کښې اودۀ وو چې زمونږ بوډا نوکر پلېل کاکا راغے وې خان! پاڅئ د کلي نه فوځ تاو دے. د ټولونه وړومبے خيال چې زما زړۀ کښې راغے هغه د سکول د چهټۍ ؤ. ما وې نن به څوک سکول لرې کړي؟. زړۀ کښې ډېر خوشحاله شوم. د خوشحالۍ نه کورته چايو له هم لا نۀ ړم. او پۀ مخه د خلقو سره زۀ هم ووتم د کلي ډاګ ته. ډاګ کښې څۀ ګورم چې فوځونه دي، رسالې دي، پلي دي، ټوپکې، مشين ګنونه، توپې تمبوان لګېدلي دي. ځاے پۀ ځاے فوځيان مورچې کني. او چا چې کنستې دي هغوي پۀ کښې ناست دي. زما زړۀ کښې قطعي وېره رانغله بلکې يوه نخره غوندې راته ښکارېده. د کلي ټول مشران کشران تماشې له راوتي وو. مشران داسې خفه غوندې ښکارېدل، قسما قسم خبرې کېدې. زۀ هم پۀ ګڼه کښې تلم. فوځونه راته سم نۀ ښکارېدل. پۀ يوه کوټه مې خلق وليدل. وړوکے وم دا مې خيال وکړو چې د دغې ځاے نه به راته ښۀ ښکاره شي. زۀ هم لاړم بره وختم. د کلي خدائي خدمتګار پۀ خپل دفتر ولاړ وو او چغې ئې وهلې . ناګهانه د ښکته نه رساله راغله. اسونه راخلاص وو چې زمونږ کوټې ته را ورسېدل نو ټول د اسونو نه راکوز شو او لکه د لېونو ئې اخوا دېخوا منډې وهلې. د بره ختو لاره ئې نۀ ليده. اخر را وختل قريباً ټول ګوره ګان وو. يو افسر ئې خنجر راوښکے ؤ او بره را وختو او د راتلو سره هغوي پۀ مونږ ټولو ناګهانه راغر وهل. او پۀ کنداغونو ئې وهل شروع کړل. دوه درې تنه ئې رانه د کوټې نه ښکته وغورځول. پښې او لاسونه ئې ورله مات کړل. زۀ خلقو پۀ ټېل کښې راخلاص کړم. چې پورته شوم او مخامخ مې وکتل نو مصطفٰي کاکا ولاړ ؤ. د کپرۍ د نيمې نه ئې د پوزې پورې يو زخم ؤ پۀ دې سر کښې او وينې پرې صفا را روانې وې. ما ځان سره فکر وکړو چې دا به هم هغې افسر پۀ کوچ وهلے وي. زۀ ودرېدم چار چاپېره خلقو ته ګورم يو تړق تړوق دے . پۀ دې کښې چا داسې د شانه ديکه راکړه مخامخ پوړۍ وې د هغې پۀ خولۀ کښې يو ګوره ولاړ ؤ. پۀ تيندکونو هغۀ له ورغلم. هغۀ د دې مرۍ نه ونيولم او يو سوک ئې را کړو. او پۀ پۀ پوړو ئې راخلاص کړم. زۀ چې پوهېدم نو بيا پۀ اخري پوړۍ راغورځېدلے وم. لاندې مې لا بله نخره وليده، ګوره ګان داسې پۀ پره ولاړ وو. دا خلق به ئې پۀ کنداغونو او سوکونو کښې لکه د پنډوس يو بل ته ويشتل. زۀ ئې هم داسې څو ځله يو بل ته وويشتم. را وويشتم. اخر به ئې دا فکر کړے وي چې وړوکے دے. لاس ښۀ نۀ تمبوي. وې پاڅئ. د ويستو پۀ وخت کښې ئې هغې مشر استاذ ته ور وړاندې کړم چې هغۀ پۀ دې ملا او پښو يو څو کنداغه لګاؤ کړم نو دنيا ئې را باندې تيارۀ کړه. د دې نه پس مې نور څۀ نۀ دي ليدلي. د چا غېږه مې ياده شي او داسې راته ښکاره شو لکه چې پۀ هغې مکان لمبې بلې دي کوم ځاے چې مونږ ولاړ وو. زۀ دغسې تقريباً درې ورځې د ځان د حاله خبر نۀ وم. چې پۀ خود شوم نو ټول وجود مې داسې دردمند ؤ. پۀ کټ کښې پروت وم چې يوه عجيبه قصه مې واورېده. کوم خلق چې چار چاپېره ولاړ وو هغوي وې چې زۀ څۀ وخت پۀ هغې کوټه د مصطفٰي کاکا د سر پۀ تماشه وم نو هم دغه سړي چا چې مصطفٰي کاکا وهلے ؤ پۀ ما د شانه راغے او چې سنګين ئې راخلاصولو نو يو هندوستاني فوځي ورته لاس ونيولو. سنګين د هغۀ د لاس نه پورې را پورې ووتلو. خو زۀ ئې بچ کړم. زۀ چې دې ځاے له راغلم نو چې خپلو ملګرو ته مې وکتل نو ټول دم پۀ خود ناست وو. څومره ښځې چې موجودې وې د هغوي پۀ سترګو کښې رڼې رڼې اوښکې ګرځېدلې. ما هغې پېرنګي ته مخ کړو. ما وې کۀ تاسره چا داسې وکړل او لا ئې ستا بچو سره داسې وکړل نو ستا پۀ زړۀ کښې به د هغې قوم سره مينه او محبت وي؟ تۀ به ورپسې ګرځې. چې خدايه! کوم ځاے به وي د دغې قوم يو فرد چې زۀ ورترغاړه وځم. کۀ نه. زما د زړۀ نه نه، د يو پښتون د زړۀ نه نه، د يو هندوستاني د زړۀ نه نه بلکې د دې خپل زړۀ نه دې تپوس وکړه چې کۀ پۀ دغې قوم ستا وس بر شو نو تۀ به ورسره څۀ چل وکړې؟ او دا سلوک ئې هغې خلقو سره دے چې هغوي د صبر جنګ کوي، نۀ توره او نۀ ټوپک. ښۀ ده نو اوس فېصله پۀ تا شوه. چې د يو غېرتي او پښتون سړي يو داسې ظالم قام څنګه خوښيدے شي؟ او لا هغه حکومت ته څنګه خوشحالېږي؟

  • د باچاخان او رهبرتحريک خان عبدالولي خان يادونه – ارباب الطاف قادر

    د باچاخان او رهبرتحريک خان عبدالولي خان يادونه – ارباب الطاف قادر

    کله چې پۀ ١٩٨٦ز کښې پۀ کراچۍ کښې عوامي نېشنل پارټي جوړېده نو پۀ دغه ورځو کښې خبر شو چې باچاخان د جي اېم سيد پۀ دعوت هم کراچۍ ته روان دے او بابا به پۀ رېل ګاډي کښې ځي. د پښټون سټوډنټس فېډرېشن ډېرو ملګرو فېصله وکړه چې باچاخان سره به يوځاے پۀ رېل ګاډي کښې ځو،او مونږ به د پارټۍ پۀ کنونشن کښې ګډون کوو. هم داسې وشوه. د پېښور صدر رېلوے سټېشن نه يوځاے باچاخان بابا سره پۀ رېل ګاډي کښې کراچۍ ته لاړو.

    د باچاخان د رېل ټکټ د عام کلاس (چې ورته به ئې سېکنډ کلاس وئيلو) ؤ. بابا پۀ سېکنډ کلاس ډبه کښې ناست ؤ او پۀ ډبه کښې ورسره د پي اېس اېف ګڼ ملګري هم موجود وو. پۀ دغه رېل کښې زيات ملګري او مشران د پارټۍ او پي اېس اېف وو. د باچاخان د تګ نه جوړ دا ټول ملک خبر ؤ. پۀ هر رېلوے سټېشن به ډېر تود هرکلے کېدو.

    د حاکم علي زرداري پۀ ځاے کښې د پارټۍ کنونشن د څلورو پارټو د ادغام سره وشو. رهبر تحريک خان عبدالولي خان پکښې د پارټۍ مرکزي صدر شو او نوم ئې ورله اے اېن پي کېښودو. د هغې نه پس پۀ هره صوبه کښې د پارټۍ تنظيمونه جوړشو. زمونږ د پښتونخوا صوبې چې تنظيم جوړ شو نو لطيف اپريدے صدر شو. د هغې نه پس د صوبې تنظيم پۀ جنوبي اضلاع کښې د خان عبدالولي خان د دورې لپاره د درېو ضلعو دوره جوړه کړه چې ډېره اسماعيل خان، بنو او کرک پکښې شامل وو. دا پۀ ١٩٨٧ز کښې د ژمي ورځې وې. مونږ د پي اېس اېف درې کسان ميا افتخار حسېن، صدرالدين او زۀ د مشرانو سره پۀ دې دوره کښې شامل وو او د پارټۍ ډېر فعال ملګرے ارباب مجيب الرحمان هم د ځان سره ملګرے کړو. پارټي مو د خپل تګ نه خبر کړه. پۀ دې دوره کښې وړومبۍ عوامي جلسه د ډېره اسماعيل خان پۀ حقنوازپارک کښې وه چې دوه بجې به شروع کېده. د پروګرام مطابق سحر دوخته بلور هاوس ته لاړو. ټول مشران راغلل. د هغۀ ځاے نه خان عبدالولي خان، حاجي غلام احمد بلور، لطيف اپريدے، ارباب همايون خان او څلور کسان مونږ د ډېره اسماعيل خان پۀ لور روان شو. دوه بجو لۀ ډېره اسماعيل خان ته ورسېدو. ډېره عظيم الشانه جلسه وشوه.

    د جلسې صدر اسلم خان اېډوکېټ پۀ ځاے کښې د مشرانو پۀ درناوي کښې مېلمستيا وه. د پښتون اېس اېف د ملګرو پۀ وېنا مونږد مشرانو نه اجازت واخستو او شپې له هغوي سره ګومل پوهنتون ته لاړو. سبا د مشرانو سره يوځاے د بنو پۀ لور را روان شو. بنو ته پۀ را رسېدو سره د بنو د پارټۍ مشرانو د ښار نه بهر پۀ خپل روايتي انداز هرکلے وکړو چې نن هم زما پۀ ياد دي. هغه وخت د پارټۍ د ضلعې صدر عطاء الله جان خان ؤ. د هرکلي وروستو جلوس د هاکي سټېډئيم پۀ لور روان شو چرته چې جلسه وشوه. د مشرانو لپاره پۀ نورنګ کښې د مم خېلو پۀ کلي د مجيدخان پۀ ځاے کښې د شپې بندوبست شوے ؤ. ولې مونږ د PSF ملګرو شپه د صدرالدين سره وکړه چې هغه د دې کلي سره تعلق لري.

    پۀ سبا د کرک پۀ لور را روان شو. پۀ سور ډاګ باندې دکرک ضلعې مشرانو د هرکلي تابيا کړې وه. د کرک ضلعې هغه روايتي هرکلے چې راياد کړم نو نن مې هم جذبې ځوانې شي.کرک کښې چې د خان عبدالولي خان اورېدو له څومره خلق راغلي وو هغه د ليدو وړ منظر ؤ. ډېره درنه جلسه وشوه. د جلسې نه وروستو د پارټۍ د ضلعي صدر فاروق خان اېډوکېټ لۀ خوا مختلفو کلو کښې د مشرانو لپاره د تګ ترتيب جوړ شوے ؤ. پۀ هغه ورځ چې دا مشران څومره کلو ته لاړل هغې سره د پارټۍ ورکران ډېر خوشحاله شو. د کرک ضلعې وسعت ما ته پۀ هغه ورځ معلوم شو چې څومره کلو کښې د مشرانو لپاره دوره جوړه شوې وه. د ضلعې پۀ اخر سر کښې پۀ يو کلي کښې د شپې بندوبست شوے ؤ. شپه مو هلته وکړه. ماته يادېږې چې پۀ هغه کلي کښې بجلي نۀ وه. پۀ سبا مو د هغۀ ځاے نه د پېښور پۀ لور سفر شروع کړو.

    پۀ دې دوره کښې مونږ سره د لاچۍ نه د PSF يو تن مطيع الله هم ملګرے شوے ؤ. واپس چې راتلو نو هغۀ رهبر تحريک خان عبدالولي خان ته ووئيل چې ما سره به پۀ لاچۍ کښې چايوته ايسارېږئ. دغه د پروګرام حصه نۀ وه، خو ولې ولي خان ووئيل چې دے ډېر اسرار کوي نو خفه کولے ئې نۀ شو. هغه ملګرے هغه د پښتومتل دے چې پۀ “جامو کښې نۀ ځاے کېدو”. هغۀ سره مو پۀ لاچۍ کښې څۀ شېبه دمه وکړه او د هغۀ ځاے نه پېښور ته را روان شو.