Author: Siddiq Nangyal

  • احمد شاه ابدالي د پاني پت د مېدان زمرے – خالد خان مومند

    احمد شاه ابدالي د پاني پت د مېدان زمرے – خالد خان مومند

    احمد خان چې نړۍ ئې د احمد شاه ابدالي او احمد شاه دراني پۀ نومونو پېژني او د پښتنو درنې قبيلې دراني سره تعلق لري، د پلار نوم ئې زمان خان د ے. زمان خان د افغانستان نه ملتان ته راغلے ؤ او هم دغلته پۀ ملتان کښې ئې د يوې زنانه سره وادۀ کړے ؤ. هم دغه زنانه د احمد شاه ابدالي مور وه. احمد شاه ابدالي چې کله ځوان شو نو د افغانستان پۀ فوځ کښې بهرتي شو ځکه چې د دۀ پلار زمان خان هم د افغانستان د فوځ يو لښکر سره ملتان ته راغلے ؤ. احمد شاه د نادر شاه پۀ فوځ کښې د خپلې مړانې، هنر، قابليت او صلاحيت پۀ زور د ترقۍ نه پس د بادشاه نادر شاه پۀ فوځ کښې د سپه سالار پۀ څوکۍ وټاکلے شو. کله چې قزلباشو نادر شاه باچا پۀ خپله خېمه کښې ووژلو نو د افغانانو مشرانو لويه جرګه راوبللې شوه چې پۀ کښې د هغه وخت لوے لوے خانان او سرداران محبت خان پوپلزے، نور محمد خان غلجي، نصر الله او حاجي جمال خان بارکزے او داسې يو شمېر نور مهم مشران شامل وو. پۀ دغه کښې يو احمد خان هم وو چې پۀ خاموشۍ سره يې جائزه اخستله او يو اړخ ته ناست ؤ ځکه چې پۀ جرګه کښې د هغۀ د قبيلې د خلقو شمېر ډېر لږ ؤ. د نهه ورځو تېرېدو او د مشرانو د ډېرو خبرو اترو نه پس جرګې څۀ فېصله ونۀ کړه خو پۀ دغه وخت کښې يومشر صابر شاه پاڅېدو او د احمد خان ابدالي نوم يې د جرګې مشرانو ته وړاندې کړو او وې وئيل چې د دومره زيات بحث څۀ فائده؟ خداے پاک احمد ستاسو د ټولو نه زيات لوے سړے پېدا کړے دے. پۀ ټولو افغانو کورنيو کښې د دۀ کورنۍ د ټولو نه ښه کورنۍ ده. نيکۀ دولت خان او پلار زمان خان ئې پۀ هرات حکومت کړے دے نو د خداے لپاره احمد خان خپل نوے بادشاه ومنئ. د خپلو نه پس صابر شاه د غنم يو وږے د احمد خان پۀ پټکي کښې ولګولو او وې وئيل چې د نن نه پس احمد شاه د ټول افغان ملت بادشاه دے. هم دغه رنګ کال 1747 ز کښې دغه جرګې د 25 کالو پۀ عمر کښې احمد شاه نوے حکمران وټاکلو. پۀ دغه جرګه کښې غلجي، ابدالي، ازبک، تاجک، بلوچ او هزاره قبيلې شريکې وې.د پښتنو مختلفې قبيلې چې د يو بل سره به هر وخت نښتې وې، احمد خان هغه خپل منځ کښې يو ځاے کړلې اود يو قام پۀ شکل کښې پېرلو سره ئې د نورو د غلامۍ نه خلاصې کړلې او پۀ وړومبي ځل ئې د يو ازاد او خودمختار ملک افغانستان بنياد کېښودو۔ د احمد شاه ابدالي حکومت او واک د اټک نه تر کابله، کوېټه،مستونګ ، سبي، جېکب اباد، شکارپور، سندهـ، پشين، ډېره اسماعيل خان،ضلع لورالائي او د پنجاب پۀ سيموخپور شوے ؤ. هغۀ د خپل حکومت څۀ مهمې چارې د ځان سره وساتلې، نظم و نسق يې د هغوي د سردارانو پۀ لاس پرېښود ځکه چې د يو شاعر ،عالم او اديب پۀ حېث ئې د خپل قام پۀ تاريخ، پرېوتو پاڅېدو، جنګونو او تربګنو، سختيو او کشالو ژور نظر لرلو. يو ځل د نيشاپور پۀ محاصره کښې د احمد شاه ابدالي د سپايانو حالت ډېر خراب شو نو هغوي پۀ شاهي خزانه لاس واچولو چې خزانچي د دغه خبرې شکايت احمد شا دراني ته وکړلو.احمد شاه دراني خزانچي ته پۀ سخته لهجه کښې ووئيل چې کم عقله، تا ته دا پته نشته چې زۀ هم پۀ هغوي کښې يو يم. او د هغوي پۀ متفقه فېصله او د هغوي د تورو پۀ زور زۀ دې منصب ته رارسېدلے يم. احمد شاه ابدالي پۀ دغه وخت دا هم ووئيل چې زۀ خپل سپايان پۀ خپل دولت کښې حصه دار ګڼم.

    پۀ هندوستان د حملې کولو نه وړاندې د هغه ځاے سياسي او سماجي پس منظر کۀ احمد شاه دراني ته لاره هواره کړې وه نو د مغلو سلطنت هم پۀ زوال ؤ. د هندوستان مختلف حکمرانان چې د قوميت د تصور سره بلد نۀ وو خپل منځ کښې نخښتي وو. او مغربي قامونه د نوي علوم او ټيکنالوجي پۀ مرسته پۀ براعظم اېشيا او افريقه باندې تېزۍ سره بريدونه کول. د مغربي سامراج د حکومت او قبضې کولو نه مخکښې شاه ولي الله هم د دې سيمې او خلقو پۀ حالت زار د غم څرګندونه کړې وه. د امراؤ طبقه پۀ خپل عېش وعشرت کښې ډوبه وه. د هغوي نه دا طمع نۀ شوه کېدے چې د راتلونکو حالاتو مقابله وکړي. شاه ولي الله د خپل تحريک پۀ ذريعه امرا او سلاطين پوهه کړل چې خطره ستاسو سر ته راروانه ده. هغۀ د مغربي سامراجونو پۀ ځاے د هندوستان د نوي طاقت سر راپورته کېدو احساس ورکړلو. د هغه د تحريک بنيادي مقصد د مسلمانانو مذهبي اصلاح کول وو. هغه پۀ هر حالت کښې پۀ هندوستان کښې د مسلمانانو اقتدار مستحکم کول غوښتل. د شاه ولي الله د خپل فکر د انداز او د هغۀ د سياسي بصيرت پۀ نظر کښې د مغربي طاقتونو او انګرېزانو نه زياته خطرناکه او حېرانونکې ستونزه د مرهټيانو د قوت د راپورته کېدلو وه. د شاه ولي الله پۀ تحريک احمد شاه ابدالي د مغل سلطنت بچ کولو لپاره هندوستان ته لاړو. د پاني پت د درېم جنګ پۀ ذريعه احمد شاه ابدالي د مرهټيانو قوت له ماتې ورکړه. او پۀ نورو څۀ سيمو کښې يې د مغل اقتدار له هم ماتې ورکړه. احمد شاه ابدالي له د حملې يعنې د بريد کولو دعوت ورکول څۀ نوې خبره نۀ وه بلکې د دې نه وړاندې د مغل سلطنت باني ظهير الدين بابر ته هم پۀ هندوستان د حملې کولو دعوت ورکړے شوے ؤ.د پاني پت د جنګ مېدان د احمد شاه دراني د فوجي اډې نه کم از کم يو زر ميله لرې ؤ.احمد شاه ابدالي د خپل وخت يو تکړه اېشيائي جرنېل ؤ. هغۀ دنن نه تقريباً 260 کاله وړاندې پۀ 14 جنورۍ کال 1761 کښې د پاني پت جنګ مرهټيانو له شکست ورکړو. د هغه د بريا موندلو اصل راز د حالاتو مطابق قدم پورته کول وو. کوم چې يو تجربه کار کمانډر او هوښيار جرنېل کولے شي. پۀ عامه توګه دا جنګ د دنيا فېصله کونکي جنګونو کښې شمارلے کېږي. او د دې جنګ سره شمالي هندوستان هم د مرهټيانو نه بچ شو.1762-66 ترمنځ د احمد شاه د اخري درېو بريدونو مقصد خودسره سيکهان پۀ قابو کښې راوستل وو. سيکهانو پۀ خپلو هڅو کښې بريا ونۀ موندله، سيهکانو د جماعتونو بې حرمتي کړې وه او د هغې بدل اخستو لپاره پۀ امرتسر کښې د سيکهانو دربار تباه کړے شو. خو احمد شاه ابدالي زيات وخت لپاره پۀ هندوستان کښې پاتې کېدے نۀ شو. د هغۀ بدن هم د کمزورې کېدو پۀ مخ روان ؤ. پۀ 1772 کښې د ګرمۍ پۀ موسم کښې د کېنسر پۀ رنځ اخته شو او د سلېمان غرونو کښې خپل محل ته لاړو. دا ځاے د قندهار نه څۀ 90 ميله لرې پروت دے. د حاذق طبيبانو نه يې علاج پېل کړے ؤ خو د مر ګ يو ورځ ټاکلې شوې ده او دا ستر او د حکمت پۀ کاليو منور بادشاه د جمعې پۀ شپه پۀ 23م اکتوبر 1772 وفات شو.او پۀ قندهار کښې خاورو ته وسپارلے شو او چې کله هغه پۀ اخري ځل کابل ته واپس شو نو د هغې نه وروستو سيکهان هم پۀ کاميابۍ سره مخکښې لاړل. زمونږ د ملک بعضې دانشورارنو اور تاريخ ليکوالو د پښتنو د دې لوے ليډر او فاتح پۀ خپلو ليکونو کښې د ډاکو ثابت کولو هم ناکامه هڅه کړې ده. تر دې پورې چې هغوي ته دا پته وه چې کوم سړے د يو قام هيرو او فاتح وي نو هغه د مخالف قوم لپاره ډاکو، قاتل او ظالم پۀ نوم پېژندلے شي. لکه څنګه چې محمود غزنوي ګڼ خلق د بت شکن پۀ نوم پېژني او د هغه پۀ کارنامو وياړ کوي. خو بل اړخ ته د سندهـ ځينې دانشوران او تاريخ ليکونکيو پۀ نظر کښې هغه يو ډاکو ؤ چې د سندهـ تهذيب او ثقافت يې تباه کړے ؤ خو بلخوا راجه داهر خپل هيرو ګڼي. هم دغسې زمونږ تاريخي او نصابي کتابونو کښې اورنګزېب عالمګير ته د اسلام بادشاه هم وئيلے شوے دے. خو د اورنګزېب اصل کردار او چلند پۀ اړه د خوشحال خان خټک او د رحمان بابا شاعرۍ نه علاوه د پښتنو د نورو تاريخي کتابونو کتنه هم پکاره ده. رنجيت سنګهـ د پنجابي قام لپاره د هيرو درجه لري خو د پښتنو پۀ نظر کښې هغه يو ظالم او د پښتنو دشمن ؤ.

    د دغه جنګ اثر د انډيا او افغانستان سره سره پۀ نورو هېوادونو هم شوے ؤ. د دغه جنګ پۀ اړه پۀ پاني پت بالي ووډ يعنې انډيا يو فلم هم جوړ کړے دے چې د پاني پت پۀ نوم سره تېر کال پۀ سېنما ګانو کښې ښودلے شوے ؤ. پۀ دې فلم کښې د احمد شاه ابدالي کردار ډېر پۀ منفي توګه دنيا ته د ښودلو کوښښ شوے دے . د احمد شاه ابدالي کردار پۀ دې فلم کښې سنجے دت ته ورکړے شوے دے. دغه فلم انډيا جوړ کړے او د هغوي ليکوالانو ليکلے دے او زیاتره پۀ کښې هم د هغوي اداکارانو کار کړے دے نو بس خپله خوښه ئې کړې ده او احمد شاه ابدالي ئې د يو ظالم انسان پۀ شکل کښې پېش کړے دے او بيا هم د دې له کبله چې چرته هم افغانان او پښتانۀ دي هغوي پۀ دې اړه د خواشينۍ څرګندونه کړې ده چې د احمد شاه بابا کردار سره پۀ کښې ظلم شوے دے. خو بلخوا فلم کښې د برصغير او وسطي اېشيا د تاريخ يو فېصله کن موړ نه موضوع جوړه کړې شوې نو پۀ دې اړه دا يو مهم فلم دے خو بيا هم پکښې د ځينې حقيقتونو خيال پکښې نۀ دے ساتلے شوے لکه احمد شاه بابا ته پۀ افغانستان کښې د بابائے قوم مقام ورکړے شوے دے خو فلم کښې دغه پله هېڅ پام نۀ دے ګرځولے شوے۔

    خوشحال بابا وائي چې!

    يا به سر د خپل ورمېږ پۀ وينو رنګ کړم

    يا به ښکل کړم دغه ستــا شونډې ملوکې

    سر د خپل ورمېږ پۀ وينو رنګ کول ډېر ګران وي خو احمد شاه بابا دغه هر څۀ نه تېر ؤ. هغۀ د تاريخ لوے لوے جنګونه کړي وو.خو جنوري 1761 کښې د دلي سره نزدې د پاني پت د مېدان جنګ د يو سپه سالار اور د بادشاه پۀ توګه د احمد شاه ابدالي بابا د ژوند د ټولو نه لوے جنګ ؤ.ځکه د هغۀ بادشاهت پۀ شمال کښې د وسطي اېشيا د امو د سيند نه جنوب کښې د بحر هند پورې خپور ؤ. عبد الباري جهاني د احمد شاه ابدالي پۀ دور کښې د افغانستان موجوده قامي ترانه هم وليکله. هغه ليکي چې د افغانستان د پنځۀ زره کاله اوږد تاريخ کښې مونږ ته د احمد شاه بابا په شان حکمران نۀ دے ترلاسه شوے.د احمد شاه دراني نيکۀ دولت خان او پلار زمان خان د هرات حکمرانان پاتې شوي وو او د مشر ورور ذوالفقار خان حکمراني يې هم ليدلې وه او هغۀ سره يو ځاے پۀ جنګونو کښې هم شريک شوے ؤ نو پۀ دې وجه او هم دغسې ماحول کښې احمد شاه ابدالي جوړېدل هم ګران نۀ وو۔

    احمدشاه ابدالي سره لۀ دې چې پۀ سیاسي او فوجي چارو کښې يې ټول ژوند تېر شوے دے، بیا يې هم پۀ ادبي برخه کښې د خپلې ژبې سره مينه ښودلې او د زړۀ غږ ئې د شعر پۀ ژبه ټول پښتون قام ته پرېيښے دے. احمد شاه بابا ليکې چې ۔ ۔

    ستا د عشق له وینو ډک شول ځیګرونه

    ستا په لاره کې بائیلي ځلمي سرونه

    تاته راشمه زړګے زما فارغ شي

    بې له تا مې اندېښنې د زړه مارونه

    که هر څۀ مې د دنیا ملکونه ډېر شي

    زما به هېر نه شي دا ستا ښکلي باغونه

    د ډیلي تخت هېرومه چې را یاد کړم

    زما د ښکلې پښتونخوا د غرو سرونه

    د رقیب د ژوند متاع به تار په تار کړم

    چې په تورو پښتانه کا ګزارونه

    د فرید او د حمید دور به بیا شي

    چې زۀ وکاندم پر هر لوري تاختونه

    که تمامه دنیا یو خوا، تۀ بل خوا ئې

    زما خوښ دي ستا خالي تش ډګرونه

    احمد شاه به دغه ستا قدر هېر نه کا

    که ونیسي د تمام جهان ملکونه

    ***

    نن بیا هسې د ګلزار په ننداره ځم

    چې لۀ یاره سره خوښ هم کناره ځم

    چې د هند د ملکو فتحه مې روزي شوه

    نور ایران لره په توغ په نغاره ځم

    پر دا کړي داد د خداے نه شې پښېمانه

    تر نګین مې ایران لاندې شاهانه ځم

    معشوقې د ایران ډېرې ترکې شوخې

    خداے چې راکړي ترکې هند ته دوباره ځم

    زۀ تسخیر د ولایت د خداے پۀ داد کـــــــړم

    په مدد د حبیب هره خوا تـــــــــــــــــــــــازه ځم

    چې زما د ولایت فتحه روزي شـــــــــــــــــــــوه

    تروه به څه د یار له نازه کنــــــــــــــــــــــــاره ځم

    احمد شاه دنیا فاني ګڼم چې نشته

    دنیا پاته له ایمانه به سره ځم

    حوالې:

    https://www.bbc.com/urdu/regional-50646319

    https://jang.com.pk/news/659593-ahmad-shah-abdali

    احمد شاہ ابدالی، پاکستان اور افغانستان : قسط اول —- ارشد خان

    نن د معاصر افغانستان بنسټګر، احمد شاه بابا د زوکړې ورځ ده

  • خدائي خدمتګار آغا جي محمد کاکا – محمد اظهار الحق ، نوښار

    خدائي خدمتګار آغا جي محمد کاکا – محمد اظهار الحق ، نوښار

    کۀ پۀ انساني تاريخ نظر اچوو نو پۀ اربونو انسانان پۀ دنيا کښې تېر شوي دي خو پۀ تاريخ کښې د ګوتو د شمېر خلق ژوندي دي ۔ سوال دا راپورته کېږي چې پۀ اربونو خلقو کښې دا يو څو خلق ولې ژوندي دي، دوي کښې داسې څۀ کمال ؤ چې تاريخ هم د دوي لۀ وجې ژوندے دے۔ کۀ وکتلے شي نو د زمکې پۀ مخ لوئې لوئې سلطنتونه او بادشاهتونه تېر شوي دي خو نن ئې نوم او نښان هم نشته ۔ کۀ پۀ تاريخ کښې د دې ژونديو خلقو ژوند ته ګورو نو لۀ نورو بېل او جدا پۀ نظر ر

    اځي ۔ دې خلقو صرف زندګي نۀ ده تېره کړې بلکې ژوند ئې د يو مقصد پۀ نامه تېر کړے بلکې وقف کړے ؤ او هم دغه وجه ده چې نن داسې خلق پۀ تاريخ کښې صرف ژوندي نه بلکې د نورو لپاره مثالونه دي ۔ پۀ داسې لوئې هستيو کښې يو د پښتنې زمکې اتل باچا خان هم دے۔ باچا خان داسې مبارزه کړې ده چې تاريخ ورته ګوته پۀ خلۀ دے۔ دا د خپلو غرونو پۀ رنګ لوړ دنګ سړے پۀ يو داسې وخت او د يو داسې قوت خلاف پاڅېدلے ؤ چې پۀ نيمه نړۍ ئې د حکمرانۍ پنجې ښخې وې ۔ دۀ نۀ صرف هغه قوت ولړزولو بلکې خپل قام ئې هم د ژوند او ازادۍ پۀ معنا پوهه کړو۔ او پۀ دې مزل کښې دۀ لۀ خداے داسې ملګري ورکړل چې د بابا سره اوګه پۀ اوګه او سنګ پۀ سنګ روان وو۔ پۀ دې خدائي خدمتګارو کښې يو د نوښار اغا جي محمد کاکا هم شامل دے۔

    اغا جي (محمد کاکا) د فخر افغان باچا خان د عدم تشدد او خدائي خدمت ګار تحريک کلک ملګرے ؤ. اغا جي محمد کاکا پۀ کال ۱۹۲۹ کښې پۀ نوښار کلا کښې زېږېدلے ؤ او او د جون پۀ درېمه کال ۱۹۹۲ کښې ئې لۀ نړۍ سترګې پټې کړې او خپل کلي کښې ئې قبر دے۔ فخر افغان باچا خان چې د ورورولۍ او مينې کوم تحريک شروع کړے ؤ د هغې بنيادي اصول عدم تشدد ؤ. خدائي خدمت ګارو د پېرنګي ظلم او تشدد ډېر پۀ صبر او استقامت زغملو خو د تشدد جواب ئې پۀ تشدد ورنۀ کړو. دا ځکه چې پۀ عدم تشدد د دوي مکمله عقيدہ وه. ځکه خو آغا جي (محمد کاکا)به د باچا خان پۀ دې نصيحت ډېر زور راوړو چې کاميابۍ لپارہ اجتماعي تحريک او قرباني پکار وي نو د چا پۀ زړۀ کښې چې دا قسم جذبات او احساس پېدا کېږي هغوي لۀ پکار دي چې پۀ قام وګرځي او ځان سرہ د دې قسم د احساس ملګري پېدا کړي او پۀ ګډه د ظلم، زياتي او بې عزتۍ مقابله وکړي. او قوم د تنظيم پۀ شکل کښې را مخې ته کړي نو کاميابي حاصلېدے شي. ھم دغه وجه ده چې کله باچا خان دکالاباغ ډېم جائزہ اخسته نو د ځان سره ئې نوښار نه آغا جي (محمد کاکا)، غازي خان بابا او څو کسان نور ھم بوتلل چې موقعه وګوري. واپس چې راغلل نو زمونږ يو وړوکي غوندې بېټک کښې بابا شپه وکړه او پۀ سبا له ټول نوښار کښې وګرځېدل او خلقو کښې ئې د کالاباغ ډېم خلاف تحريک شروع کولو جذبه پېداکړه. او دغه تحريک نوښار نه شروع شو او بيا د صوبې نه پۀ ټول ملک کښې دغه تحريک زور ونيولو. د باچا خان او د هغه ملګرو چې کوم تحريک شروع کړے ؤ، هغه د ملي مشر اسفنديار ولي خان پۀ قيادت کښې تر سرہ کېدل ډېر لوے اعزاز دے. د اسفنديار ولي خان خبرہ ډېره څرګنده، پۀ ډاګه او واضحه ده چې د چا پلار هم د کالاباغ ډېم جوړولو سوچ هم نۀ شي کولے. بس زما دعا دہ چې الله پاک دې مونږ کښې د باچا خان د ملګرو غوندې د خدمت جذبه پېدا کړي ۔

    نوټ: دا ليک “پښتون” ته د خدائي خدمتګار اغا جي محمدکاکا زوي محمد اظهارالحق د نوښار نه رالېږلے او “پښتون” پۀ پښتنه مينه چاپ کړو۔ پښتون به د ستر بابا د ملګرو او خدائي خدمتګارو د ستائنې دا لړۍ پۀ پښتنه مينه جاري ساتي۔

    محمد اظهار الحق ، نوښار

    خدائي خدمتګار آغا جي محمد کاکا

    کۀ پۀ انساني تاريخ نظر اچوو نو پۀ اربونو انسانان پۀ دنيا کښې تېر شوي دي خو پۀ تاريخ کښې د ګوتو د شمېر خلق ژوندي دي ۔ سوال دا راپورته کېږي چې پۀ اربونو خلقو کښې دا يو څو خلق ولې ژوندي دي، دوي کښې داسې څۀ کمال ؤ چې تاريخ هم د دوي لۀ وجې ژوندے دے۔ کۀ وکتلے شي نو د زمکې پۀ مخ لوئې لوئې سلطنتونه او بادشاهتونه تېر شوي دي خو نن ئې نوم او نښان هم نشته ۔ کۀ پۀ تاريخ کښې د دې ژونديو خلقو ژوند ته ګورو نو لۀ نورو بېل او جدا پۀ نظر ر اځي ۔ دې خلقو صرف زندګي نۀ ده تېره کړې بلکې ژوند ئې د يو مقصد پۀ نامه تېر کړے بلکې وقف کړے ؤ او هم دغه وجه ده چې نن داسې خلق پۀ تاريخ کښې صرف ژوندي نه بلکې د نورو لپاره مثالونه دي ۔ پۀ داسې لوئې هستيو کښې يو د پښتنې زمکې اتل باچا خان هم دے۔ باچا خان داسې مبارزه کړې ده چې تاريخ ورته ګوته پۀ خلۀ دے۔ دا د خپلو غرونو پۀ رنګ لوړ دنګ سړے پۀ يو داسې وخت او د يو داسې قوت خلاف پاڅېدلے ؤ چې پۀ نيمه نړۍ ئې د حکمرانۍ پنجې ښخې وې ۔ دۀ نۀ صرف هغه قوت ولړزولو بلکې خپل قام ئې هم د ژوند او ازادۍ پۀ معنا پوهه کړو۔ او پۀ دې مزل کښې دۀ لۀ خداے داسې ملګري ورکړل چې د بابا سره اوګه پۀ اوګه او سنګ پۀ سنګ روان وو۔ پۀ دې خدائي خدمتګارو کښې يو د نوښار اغا جي محمد کاکا هم شامل دے۔

    اغا جي (محمد کاکا) د فخر افغان باچا خان د عدم تشدد او خدائي خدمت ګار تحريک کلک ملګرے ؤ. اغا جي محمد کاکا پۀ کال ۱۹۲۹ کښې پۀ نوښار کلا کښې زېږېدلے ؤ او او د جون پۀ درېمه کال ۱۹۹۲ کښې ئې لۀ نړۍ سترګې پټې کړې او خپل کلي کښې ئې قبر دے۔ فخر افغان باچا خان چې د ورورولۍ او مينې کوم تحريک شروع کړے ؤ د هغې بنيادي اصول عدم تشدد ؤ. خدائي خدمت ګارو د پېرنګي ظلم او تشدد ډېر پۀ صبر او استقامت زغملو خو د تشدد جواب ئې پۀ تشدد ورنۀ کړو. دا ځکه چې پۀ عدم تشدد د دوي مکمله عقيدہ وه. ځکه خو آغا جي (محمد کاکا)به د باچا خان پۀ دې نصيحت ډېر زور راوړو چې کاميابۍ لپارہ اجتماعي تحريک او قرباني پکار وي نو د چا پۀ زړۀ کښې چې دا قسم جذبات او احساس پېدا کېږي هغوي لۀ پکار دي چې پۀ قام وګرځي او ځان سرہ د دې قسم د احساس ملګري پېدا کړي او پۀ ګډه د ظلم، زياتي او بې عزتۍ مقابله وکړي. او قوم د تنظيم پۀ شکل کښې را مخې ته کړي نو کاميابي حاصلېدے شي. ھم دغه وجه ده چې کله باچا خان دکالاباغ ډېم جائزہ اخسته نو د ځان سره ئې نوښار نه آغا جي (محمد کاکا)، غازي خان بابا او څو کسان نور ھم بوتلل چې موقعه وګوري. واپس چې راغلل نو زمونږ يو وړوکي غوندې بېټک کښې بابا شپه وکړه او پۀ سبا له ټول نوښار کښې وګرځېدل او خلقو کښې ئې د کالاباغ ډېم خلاف تحريک شروع کولو جذبه پېداکړه. او دغه تحريک نوښار نه شروع شو او بيا د صوبې نه پۀ ټول ملک کښې دغه تحريک زور ونيولو. د باچا خان او د هغه ملګرو چې کوم تحريک شروع کړے ؤ، هغه د ملي مشر اسفنديار ولي خان پۀ قيادت کښې تر سرہ کېدل ډېر لوے اعزاز دے. د اسفنديار ولي خان خبرہ ډېره څرګنده، پۀ ډاګه او واضحه ده چې د چا پلار هم د کالاباغ ډېم جوړولو سوچ هم نۀ شي کولے. بس زما دعا دہ چې الله پاک دې مونږ کښې د باچا خان د ملګرو غوندې د خدمت جذبه پېدا کړي ۔

    نوټ: دا ليک “پښتون” ته د خدائي خدمتګار اغا جي محمدکاکا زوي محمد اظهارالحق د نوښار نه رالېږلے او “پښتون” پۀ پښتنه مينه چاپ کړو۔ پښتون به د ستر بابا د ملګرو او خدائي خدمتګارو د ستائنې دا لړۍ پۀ پښتنه مينه جاري ساتي۔

  • د افغانستان مستقبل يو ځل بيا خطرې سره مخ..؟  – عقيل يوسفزے

    د افغانستان مستقبل يو ځل بيا خطرې سره مخ..؟ – عقيل يوسفزے

    ګاونډي هېواد افغانستان د بدقسمتۍ نه يوځل بيا د 1989ز او کال 1996ز غوندې حالاتوسره مخ دے او کال 2020ز د بدامنۍ، دوه اړخيزه حملو او بې شمېره مرګونو پۀ لحاظ سره د کال 2002 نه وروستو د ټولونه بدترين کال ثابت شوے دے. پۀ قطرکښې تېر کال د اپرېل پۀ مياشت کښې د امريکا او افغان طالبانو مېنځ کښې يو مذاکراتي عمل شروع شو چې يوکال پس پۀ 29 فرورۍ د دواړه فريقېن مېنځ کښې يوه تاريخي معاهده وشوه چې پۀ غټ نکات يا فېصلو کښې ئې د افغانستان نه د امريکې فورسز وتل، بېن الافغاني مذاکرات او افغان خاوره د ترهه ګرۍ د پاره نۀ استعمالول شامل وو.

    دغه لوظنامې ته ټولو امن پسند سياسي قوتونو هرکلے وکړو خو لۀ بده مرغه د 5000 طالبان قېديانو د خلاصېدو يا رها کېدو پۀ معاملې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځه اختلافات پېدا شول او نتيجه ئې دا را ووتله چې د دوحا لوظنامې ترمخه د بېن الافغان مذاکراتو يا انټرا افغان ډائيلاګ شروعات ونۀ کړے شو.

    دې لړکښې بله مسئله دا مخې ته راغله چې دوحا معاهده کښې د اوربند يا سيز فائېر وعده يا نکته نۀ وه شامله. د دې نقصان دا وشو چې کله اشرف غني د ځينې تحفظاتو پۀ بنياد د قېديانو د پرېښودو نه انکار وکړو نو طالبانو د کابل پۀ شمول ټول افغانستان کښې رېکارډ حملې شروع کړې او افغان فورسز ئې سخت حالاتو او مرګونوسره مخ کړل. د امريکا د يو تهېنک ټېنک د رپورټ ترمخه د 29 فرورۍ نه وروستو تر 20جون پورې پۀ افغانستان کښې تقريباً درې زره حملې وشوې چې پۀ دې کښې تقريباً ديارلس سوه حملې پۀ افغان فورسز او پوليس باندې وکړې شوې او پۀ زرګونو کسان ووژل شو.

    د رپورټ ترمخه د 15 جون 2020 نه واخله تر 22 جون پورې تقريبا د 40 طالبان حملو پۀ نتيجه کښې 295 افغان فوځ او پوليس وګړي ووژل شول اودغه رنګې 550 ژوبل کړے شو.

    دافغان حکومت ترجمان جاوېد فېصل د دغه مرګونو تصديق وکړو او وې وئيل چې دغه هفته د دې باوجود د نولس کلن مودې بدترينه هفته وه چې دغه دوران کښې افغان حکومت او طالبانو څلورځله د قېديانو تبادله وکړه او دغه لړۍ جاري وساتلې شوه.

    د افغان حکومت د يو رپورټ ترمخه دغه هفته کښې طالبانو د څلوېښت غټو حملو نه علاوه د افغانستان 32 صوبو کښې تقريباً 410 حملې وکړې. بلخوا افغان فورسز دې دوران کښې 12 جوابي حملې وکړې چې پۀ کښې د جاويد فېصل د وېنا مطابق 48 طالبان ووژل شو. دغه د يوې هفتې حملې او د مرګ ژوبلې تعداد د دې خبرې عملي او واضحه ثبوت دے چې د دوحا معاهدې نه وروستو بدامنۍ او تباهۍ کښې نوره اضافه وشوه او هم دغه وجه وه چې امريکا، پاکستان او افغان دولت پۀ دغه حملو د سخت تشويش اظهار وکړو حالانکې د دې حملونه څو ورځې وړاندې د پاکستان ارمى چيف قمر جاوېد باجوه مشرۍ کښې يو نمائنده وفد کابل ته تلے ؤ چې پکښې د ائي اېس ائي مشر جنرل فېض حميد، سېکرټري خارجه او د افغانستان د پاره د پاکستان خصوصي استازے صادق خان هم شامل وو. د دغې دورې پۀ دوېمه ورځ د امريکې مذاکراتي ټيم مشر زلمے خليل زاد او جرنېل اسکاټ مېلر کابل ته لاړل او هغوي هم د افغان چارواکو سره د سيز فائېر او انټرا افغان ډائيلاګ پۀ مسئله خبرې وکړې. هم دغه سلسله کښې صادق خان کابل نه وروستو قطر ته لاړو چرته چې هغوي د طالبانو مذاکراتي ټيم مشر عبدالغني برادر او نورو غړو سره تفصيلي ملاقات وکړو او اعلاميه کښې د دې امېد اظهار وکړے شو چې ډېر زر به د بېن الافغان مذاکراتو اغاز وکړے شي او د فريقېن ترمېنځ به بقول صادق خان د اوربند پۀ مسئله هم پېشرفت وکړے شي.

    بلخوا د افغانستان روشن فکره حلقې دې صورتحال او د طالبانو غېر معمولي اهميت، د امريکا لخوا دطالبانو مخامخ ملګرتيا او مستقبل کښې د طالبانو حکومتي سېټ اپ کښې ممکنه شراکت دارۍ ته ډېر د تشويش پۀ نظر ګوري او هم دغه وجه ده چې د افغانستان پۀ مختلفو ښارونو خصوصاً کابل، هرات، قندهار او جلال ابادکښې نۀ دا چې غونډې وشوې بلکې د ايران، افغان حکومت او طالبانو خلاف مظاهرې هم وشوې. دغه صورتحال او ممکنه منظرنامې د هاغه خلقو د پاره يو ځل بيا ډېرې خطرې مخې ته راوړي دي څوک چې امن غواړي او د ائين او جمهوريت بالادستۍ باندې يقين ساتي. د پاکستان قام پرسته قوتونه او امن خوښي حلقې هم دغه حالاتو ته ډېر د تشويش پۀ نظر ګوري ځکه چې کۀ حالات د مخکښې غوندې بيا خراب شو نو د پاکستان پښتون بېلټ به هم متاثره شي.

  • خان عبدالمتين خان – علي اکبر سيال

    دا چې د هر چا نه حسين يمه زۀ

    پۀ خپلو سرو وينو رنګين يمه زۀ

    پرون پردو نن قلابند کړم خپلو

    وخته د “تور” هغه “متين” يمه زۀ

    دغه پورته څلوريزه مې د نن نه لس کاله مخکې پۀ ارواښاد خان عبد المتين خان ليکلې وه ۔ دغه قطعه زما پۀ منظوم کتاب ” پۀ ګل درو دې ورول اورونه” کښې چاپ ده۔ د کتاب د چاپ کال دسمبر ۲۰۱۰ دے۔

    د جندول د خان عمرا خان لس ځامن او نهه لوڼه وې۔ عبدالمتين خان د بابا مشر زوے ؤ څوک چې د يوې اندازې مطابق په کال ۱۸۷۸ يا۱۸۷۹ کې په ميا کلي کښې پېدا شوے ؤ۔ د متين خان د قبر پۀ کتبه د هغۀ عمر ٦۵ او د مړينې کال ۱۹۴۵ ليک دے ۔ پۀ دې اساس زما پۀ خيال د هغۀ د پېدائش کلونه هم دغه پاس ليکلي کلونه ممکن کېدے شي۔ د متين خان مور د ميا کلي د صاحبزادګانو د کورنۍ بي بي وه۔ دا هغه ميا کلے دے چېرته چې سېد بادشاه جان اخون زاده مېشته ؤ څوک چې د عمرا خان بابا پۀ مملکت کې د هغۀ مشير ؤ۔ د دې ځاے نه ئې هم مراعات او تنخوا اخسته او د انګرېزانو جاسوسي به ئې هم کوله او د هغوي نه بۀ ئې هم مراعات پټ پۀ پټه اخستل او خوړل۔ دغه وخت عمرا خان د خپل مشر ورور محمد زمان خان د واکمنۍ د پاليسو سره د اختلاف په وجه د کور نه شړلے شوے وو او د دغه مرورتوب په زمانه کښې د عمرا خان مور بي بي ورله پۀ ميا کلي کې واده کړے ؤ۔ د متين خان مشره خور د دير پۀ چاړا نواب اورنګزېب واده وه او د دير د شريف خان لور بي بي د عمرا خان بابا پۀ نکاح کښې وه۔ د رېکارډ د سم ساتلو پۀ غرض دلته د عمرا خان بابا د لسو واړو ځامنو د نومونو ذکر کول ضروري ځکه ګڼم چې د بابا د ځينو ځامنو ذکر پۀ زېر ګردش شجره کښې نشته ۔ هغه شجره کومه چې خداے بخښلي قاضي عبد الحليم اثر افغاني صېب پۀ کال ۱۹۵۳ کې مرتب کړې او اخبار کې چاپ کړې وه. د نومونو پوره تفصيل داسې دے۔

    ۱۔۔ عبد المتين خان ۲.. عبد الرحيم خان ۳.. عبد الحميد خان ۴.. عبد الوهاب خان ۵.. عبد الاکبر خان ٦.. عبد الواحد خان ۷ .. عبد الکريم خان ۸.. عبد الغفور خان ۹.. عبد القادر خان ۱۰.. عبد الحکيم خان ۔ پۀ سيريل نمبر ۷ او ۸ زما نيکونه دي۔..

    د متين خان څلور ځامن وو۔ ۱۔۔ اسدالله خان ۲.. هدايت الله خان ۳.. کليم الله خان ۴.. خليل الله خان۔ پۀ دغه نوموړو کښې يو خليل الله خان کاکا ژوندے او په کابل کې استوګن دے او نورو پياوړو خپل روحونه خپل حقيقي خالق ته سپارلي دي.. د اسدالله خان کاکا اخري دمه ځاے پۀ شنکردار بريکوټ ، کليم الله خان ګنبد مېره سوات او د هدايت الله خان کاکا قبر پۀ کابل کې دے۔ او د دوي د مبارز پلار عبد المتين خان بابا شهيد اخري ارام ځاے پۀ سور باټ ضلع دير کښې دے۔

    عبدالمتين خان پلار پۀ نيکه ننګ پاله، وطن پاله مبارز او مجاهد خلق وو او دي۔ فيض طلب خان چې د غازي عمرا خان نيکۀ او د عبد المتين خان ور نيکۀ ؤ، د بونېر انبېلې د 1863 پۀ تاريخي غزا کې د جندول نه پۀ زرګونو وسله والې لښکرې د پېرنګيانو د سرکوبۍ د پاره لېږلې وې۔ په دې تاريخي قومي جنګ کښې فېض طلب خان خپل اته کلن نمسے عمرا خان هم د ځان سره بونېر ته بوتلے ؤ۔ دغه شان د پاس دير نه غزن خان، د سوات نه سوات بابا، د ملاکنډ باجوړ، بونېر، صوابۍ او رستم صودم نه پۀ ګڼ شمېر کښې پښتنو جنګيالو پۀ دغه قامي نخښته کښې حصه اخستې وه۔ د پښتنو د قومي يووالي او د شريک ننګ او جنګ نتيجه دا راوخته چې پېرنګي ډېر زيات وهل وخووړل۔ استعمار ته پۀ ډېره لويه پېمانه جاني مالي او عسکري تاوان واوختو۔ او خپلو کېمپونو مردان او نوښار ته پۀ تېښته واپس لاړل۔

    د امبېلې د خونړي جنګ نه پس انګرېزانو د جنګ پۀ طور طريقو کې بدلون راوستو۔ هغوی کور پۀ کور او کلي پۀ کلي تنخوادار جاسوسان ونيول۔ پۀ دغه جاسوسانو کې د عامو وګړو نه سربېره د سيمې خانان، مولايان او اخون زادګان هم شامل وو۔۔ پۀ وړومبي پړاؤ کې انګرېزانو او بړېڅو د سيمې د خانانو په مېنځ کې غلط فهمۍ او بدګمانۍ پېدا کول شروع کړل۔۔ استعمار دښمنه قوتونه يې پۀ خپل مېنځ کې پۀ جنګ واچول۔۔ د يرغلګرو مهمه پاليسي دا وه چې اولسونه پۀ خپل مېنځ کې وجنګوي، تقسيم ئې کړي او پۀ هغوي حکومت وکړي۔۔ د انګرېزانو دغه پاليسي د درېو تورو نه جوړه وه۔

    “Divide and rule”

    په دې سيمه کې د پېرنګيانو د يرغل مقاصد په دې ډول وو۔۔

    ۱۔ د پښتنو پۀ خاوره قبضه کول

    ۲۔ د پښتنو پۀ وسائېلو قبضه کول

    ۳۔ د پښتنو د خاورې نه د زار روس څارنه او محاصره کول

    ۴۔ د پښتو پۀ سيمه د پښتنو خوېندو مېندو عزتونه د پښو لاندې کول

    ۵۔ د پښتنو او خواؤشا سيمو د انساني وسائېلو ناجائز استعمال او استحصال او پۀ دوي خپلې ګټې وټې ساتل او خوندي کول او دوي د فوځي مقاصدو لپاره ژوبلول او د جنګ د بټۍ خشاک جوړول ۔

    ۶۔ پۀ سيمه کې لږ ډېر ترقياتي کارونه لکه تعليمي او مواصلاتي اصلاحات کول چې خپلو ناوړو او غلامانه پاليسو له پرې دوام ورکړي۔

    د عبد المتين خان پۀ پتمن ژوند، ننګ، پت او مبارزه د پوهېدو لپاره ضروري ده چې د هاغه وخت د پېرنګي استمعاري سياست پۀ ګوتو، هلو ځلو، مرګ ژوبله او مکر و فرېب هم خبره وشي او د دغه سازشونو پۀ ضد د عبدالمتين خان او د هغه د تورزنې کورنۍ مبارزه هم پۀ پام کې ونيولې شي نو هله به اوبۀ اوبۀ شي او پۍپۍ ۔ زمونږ هڅه به دا وي چې مونږ دې د دغه حالاتو جائزه د سياسي ، ټولنيز او اقتصادي زاويو پۀ پېمانه ګز راګز کړو۔۔ ځکه چې نړيوال انساني ژوند لاندې باندې د دغه درېو زاويو نه بېرون هيڅ توپير نه لري۔۔

    لکه څنګه چې مخکې ذکر شوې ده چې د عمرا خان بابا لس ځامن وو۔۔ د بابا دغه ټول ځامن ښۀ چمتو او بېدار ځوانان وو ولې په دوی ټولو کې چې د عمرا خان په پل چا پل ايښے ؤ هغه عبدالمتين خان ؤ۔۔ هغه له خداے داسې يو اتل ننګيالے روح ورکړے ؤ چې په تبه ټوخي نه بلکه پۀ سنګر کښې ئې خپله ساه خپل خداے له ورکړه خو د پېغور داغ ئې پۀ کفن د ځان سره خاورو ته وې نه وړو۔۔ پۀ 1904 کښې په کابل کې د عمرا خان د مرګ نه پس پۀ کال 1916 کښې متين خان کوهي باجوړ او بيا جندول ته راغے۔۔ دغه وخت متين خان لا د پلار پۀ شان هلک ؤ۔۔ هغه د باړوې پۀ قلا درې ځله حمله وکړه۔ پۀ دې دوران کې بلها پېښې وشوې۔۔ چې پۀ دمه دمه به يوه يوه بيانوو۔ ولې دا وخت دلته د يو داسې سړي مرکه وړاندې کووم چې هغه د متين خان د رښتوني اتلتوب غمازي کوي ۔۔ دغه مرکه د نواب زاده شهاب الدين خان مرکه ده ۔ زۀ دغه ټولې خبرې بې د څه کټ کوټ نه دلته رانقل کووم۔۔ پۀ دې غرض چې د جندول او دير د نوي کهول نه سربېره لر او بر پښتانۀ په کيسه پوهه او خبر وي۔

    دغه مرکه په دغه مجله کې چاپ ده۔۔ چې تفصيل يې په دې ډول دے ” گوشه وطن برين”۔۔وادی کيلاش کا سفر نامه”۔۔ مصنف مسعود سلطان لکهيسر” ۔۔چاپ ځاے۔۔”جودت پبليکېشنز شاليمار ټاون، لاهور”۔مخ نمبر 117’118’119’120’121’122

    نواب زاده شهاب الدين خان چې د نواب شاه جهان خان زوے، د نواب اورنګزېب چاړا نواب نمسے او نواب محمد شريف خان کړوسے دے، پۀ خپله مرکه کښې د عمرا خان ، متين خان ، د سيمې د اخون زادګانو، خانانو او پۀ تېره تېره د مست خېل خانانو پۀ حقله تفصيلي خبرې په دې رنګ کړي دي۔۔ شهاب الدين خان په دغه مرکه کښې دا حقيقت تسليم کړے دے چې د باړوې ثمر باغ او جندول زمکه د عمرا خان او متين خان جدي پشتي جائيداد دے۔

    مرکه: نوابزاده شهاب الدين خان ( د اردو نه پښتو ته ژباړلې شوې)

    زما نوم نواب محمدشهاب الدين خان اف جندول دے۔ زۀ د نواب خان بهادر برېګېډئير سر محمد شاه جهان خان زوے يم ۔ دا خو بۀ تاسو ته معلومه وي چې زمونږ تعلق د دير رياست سره دے او مونږ د دير حکمرانان پاتې شوي يو۔ محمد اورنګزېب خان د محمد شريف خان زوے ؤ څوک چې زما حقيقي نيکۀ دے۔ د هغۀ زوے نواب محمد شاه جهان خان زما پلار دے۔ راځئ چې اوس تاسو ته د پناکوټ او عمرا خان پۀ اړه تفصيلي خبرې وکړم۔ عمرا خان د مست خېل قوم سره تعلق لرلو، ترکلاني چې د کوم يو لوے ښاخ دے او د دير او باجوړ خلق ورته ترکاني هم وائي۔ زه عمرا خان ته بد بالکل نۀ وائم۔ هغه خو يو غيرتي، باتور، جنګيالے افغان او د جندول حکمران ؤ۔ خو بيا هم کۀ زۀ ورته ظالم ووائم نو هم بۀ بهتان نۀ وي۔ او دا ځکه چې د هغۀ د زور نه نورې قبيلې خو څۀ چې خپل مست خېل خلق هم نۀ دي بچ شوي او هم دا وجه وه چې خپل مست خېل ترې هم څۀ ډېر خوشاله نۀ وو۔ اوس هم ډېر مست خېل خلق راځي او ما ته وائي چې مونږ لۀ فلانکي ځاے کښې زمکه راکړه او ډينګري ځاے کښې۔ زۀ ورته وائم چې کومه او څنګه زمکه؟ دا هم ورته وائم چې کۀ زما پلار يا نيکۀ ستاسو پۀ کومه زمکه قبضه اچولې وي نو راته ووايئ چې در ئې کړم ۔ هغوي راته وائي چې ستا نيکۀ خو زمونږ نه زمکه نۀ ده اخستې خو عمرا خان رانه قبضه کړې وه۔ نو زۀ ورته وائم چې زۀ خو د عمرا خان ذمه وار نۀ يم او چې دا ورته ووائم چې عمرا خان خو ستاسو هم ورور ؤ نو هغوي وائي چې هغه کله زمونږ ورور ؤ، هغه خو د محمد زمان خان ورور ؤ کوم چې هغۀ پۀ باړوۍ کښې وژلے ؤ۔ دغه خلق دا خبره ټيک کوي چې عمرا خان خپل ورور وژلے ؤ۔ عمرا خان، محمد زمان خان او محمد شاه خان د امان خان ځامن وو۔ د محمد زمان خان د قتل نه پس ن هغۀ سړيو عمرا خان ګرفتار کړے ؤ خو مور ئې ترې څۀ پۀ مشکله وژغورو او بيا وروستو د باړوۍ او جندول حکمران جوړ شو۔ عمرا خان زمونږ د غر نيکۀ محمد شريف خان د کشر ورور محمد اشرف خان څوک چې پۀ پناکوټ خان مشهور ؤ، سره پۀ شريکه د دير پۀ خپله ولقه کښې د اخستو منصوبه جوړه کړه۔ عمرا خان ن محمد شريف خان کشر ورور د هغۀ خلاف تود کړو او ورته ئې ووئيل چې زه به ستا لۀ پاره دير ستا د ورور نه وشوکوم۔ پناکوټ خان پۀ دې پوهه ؤ چې عمرا خان ترکلانے دے او مونږ يوسفزي يو نو د عمرا خان نه مونږ ته څۀ خطره نشته ۔ عمرا خان پناکوټ مخکښې کړو او داسې يو تاثر ئې ورکړو چې زه څۀ کوم نو دا ټول د محمد شريف خان د کشر ورور لپاره کوم۔ بلخوا خلق پۀ دې باور وو چې دا د دواړه وروڼو جګړه ده، د يو پلار اولاد دے او دوي کښې چې څوک هم حاکم وي نو مونږ تو منظور دے۔

    د سخت جنګ او جګړو او وينې توئېدو نه پس محمد شريف خان ماتې وخوړه۔ خو دير باندې قبضې کولو نه پس عمرا خان د پناکوټ خان سره کړي ټولوظونه هېر کړل او د خپلو ټولو وعدو نه منکر شو۔

    عمرا خان پۀ دير پينځۀ کاله او پۀ جندول پنځلس کاله حکومت وکړو او دې دوران ئې د دير پۀ پائينده خېل، سلطان خېل، نصرالدين، خېل او اوسا خېل قومونو د زړۀ د خلاصه زور ظلمونه وکړل۔ دې نه علاوه ئې زمونږ يو سل او شل کسان چې پکښې د محمد شريف خان يو ورور هم شامل ؤ، پۀ خوره ډېرۍ کښې بندي وساتل۔

    صرف هغه شپږ سوه کورنۍ ترې محفوظې پاتې شوې کومې چې د محمد شريف خان سره پۀ کډه سوات ته تلې وې۔ دا خو شوه د عمرا خان قيصه۔ او اوس د هغۀ د زوي عبد المتين قيصه هم واورئ۔

    عبدالمتين خان هم د خپل پلار پۀ شان يو باتور او تکړه سړے ؤ۔ هغۀ درې ځله د باړوې پۀ قلعه حمله کړې وه خو بريالے شوے نۀ ؤ۔ پۀ اخري ځل هغه ونيولے شو۔ چونکې عبدالمتين خان سل يو نيم سل پورې کسان وژلي وو نو خلقو دے وژل غوښتل خو زما پلار دے د خلقو نه بچ کړو، يو محفوظ ځاے ته ئې بوتلو، ساه صورت ئې کړو واو خاطر مدار ئې ورله وکړو۔ خپله ټوپۍ ئې هم ورکړه او خپلې نوې څپلۍ ئې هم ورکړې ۔ ديا ئې دير ته راوستلو او مېلمستيا ئې ورکړه۔ دې نه پس ئې ورله د سرباټ کلے ورکړو چې پکښې زرخېزه زمکه او باغونه هم وو او ټول فصل به هم د دوي ؤ۔ خو بيا څۀ موده پس د يو سازش انکشاف وشو چې پکښې د علاقې اخونزادګان، د رباط يو څو خانان، د نزدې کليو مخه وريز خلق او خپله عبدالمتين خان هم ککړ وموندل شول ۔ پۀ دې کښې ځينې خلق دوسې هم وو چې زمونږ خپل وو خو زه ئې نومونه دلته اخستل نۀ غواړم۔ د واقعاتو ترمخه اخونزاده بهادر سېد صېب زما پلار ته ووئيل چې عبدالمتين خان ګرفتار کړه ځکه چې دا ټول سازش د هغۀ دے۔ زما د پلار او ترۀ عالم زېب خان کشاله د ډېر وروستو خبره ده۔ هغۀ زما د پلار نواب شاه جهان خان سره د کړې وعدې خلاف ورزي وکړه او د خلقو پۀ لمسه ئې بغاوت وکړو۔ د دواړو وروڼو ترمېنځه خونړۍ نخښته وشوه چې پکښې زما پلار بريالے شو۔

    پۀ دې ګټه کښې د عبدالمتين خان ډېر لوے کردار ؤ۔ اصل کښې زما ترۀ غوښتل چې د دير حکمران شي خو کۀ ئې قابليت ؤ او نۀ مقبوليت نو بس د ماتې سره مخ شو او دير ته لاړو۔

    د انګرېزانو پۀ وخت کښې هغۀ يوه لوظنامه وکړه او ود وظيفې که پس د جندول نه دستبردار شو۔ خو زما پلار تر اخره د هغۀ هر قسم مرسته کوله ۔

    د عبدالمتين خان د وفات نه پس د هغۀ ځامن پۀ دير کښې اوسېدل خو د ملاکنډ پوليټيکل اېجنټ شېخ محبوب علي د عبدالمتين خان زوي اسدالله خان ته غوږونه ډکول شروع کړل او ورته ئې ووئيل چې دير پرېږده او ملاکنډ ته راشه او مونږ به ستا پوره پوره مرسته وکړو۔ شېخ محبوب علي اسدالله خان د دير نه راوغوښتو خو بيا ئې ن هغۀ هېڅ قسم مرسته ؤ نۀ کړه۔ د دې پس هغه مايوسه شو او افغانستان ته لاړو۔

    حواله

    گوشہ وطن بریں— وادیِ کیلاش کا سفرنامہ۔

    مصنف— مسعود سلطان لکھیسَر

    قیمت—30 روپے

    جودت پبلی کیشنز شالامار ٹاؤن لاہور

  • اداريه – جولائي 2020

    اداريه – جولائي 2020

    د کال دوه زره شل او یویشت لپاره بجټ ته چې سړے ګوري نو حېران شي چې پۀ دې به حکومت ځان ساتي او کۀ عوام! عام سړے دا هم سوچ کوي چې دا بجټ پۀ ملک کښې دننه خو ضرور پاس کړے شوے دے خو ایا دا د دې ملک د اوسېدونکو د زړۀ ترجماني کوي کۀ نه؟ دې سره سره عام سړے پۀ دې هم پوهه دے چې کۀ څۀ هم دا بجټ پۀ پارلېمان کښې وړاندې کړے شوے دے خو د دې واګي پۀ زرګونو میله لرې د عالمي مالیاتي ادارې یعنې ائي اېم اېف له خوا ښکته پورته کړے شوي دي- د حکومتي چارواکو له خوا کۀ دا بجټ د عام سړي پۀ حق کښې دے نو د مخالفو ډلو له خوا دا بجټ نۀ صرف رد کړے شوے دے بلکې دا ئې پۀ یوه خله ائي اېم اېف زده او عوام خور بجټ بللے دے- کۀ یو خوا دا بجټ د کورونا پۀ ماحول کښې پاس کړے شوے نو بلخوا دا د پاکستان تحریک انصاف دوېم بجټ دے- حکومت او د دې چارواکي یو خوا خو دا ویر او ګیله کوي چې د کورونا وبا له وجې اقتصاد زیان من شوے چې له وجې ئې د ملک پۀ بودیجه اغېز شوے نو ورسره سم دا هم وائي چې بجټ مو بېخي د اولس د خوښې مطابق وړاندې کړے دے- اوس نو سړے حېران شي چې د حکومت کومه خبره ومني- بهرحال بجټ یوه سرګرمي او هغه د چا خبره چې د هندسو لوبه ده- خو دا سرګرمي د یو ملک د ټول کال د پنګې، پېسو، پرمختګ او نورو اړونده کارونو تصویر وړاندې کوي- بجټ څرګندوي چې د یو ملک سره د کال پۀ سر پۀ جېب کښې څومره پېسې دي، ضرورتونه ئې څومره دي، رسد او طلب ئې څۀ دے او د ترقۍ د کارونو او نورو چارو لپاره مناسبه پنګه لري که نه؟ اوس چې دې بجټ ته سړے ګوري او د دې سوالونو جوابونه لټوي نو یا خو یو دوه کښې حېران پاتې کېږي او یا پۀ خپل مخ سر وهلو مجبوره کېږي- کۀ یو خوا د ژوند د ضرورتونو، دوایانو او نورو ضروري څیزونو قیمتونه د اسمان سره خبرې کوي نو بلخوا د سرکاري نوکرانو پۀ تنخوا ګانو کښې یوه پېسه هم اضافه نۀ ده شوې- کۀ څۀ هم حکومتي چارواکي، وزیران او خپله وزیراعظم د دې بجټ پۀ صفتونو نۀ مړېږي خو زمکني حقیقتونه بېخي بل شان دي- پۀ تېر پنځوست کلونو کښې دا یواځینے داسې بجټ دے چې ټېکس ګروتهـ رېټ یعنې د ټېکس زیاتېدو شرح پکښې د تېر کال پۀ نسبت د زیاتېدو پۀ ځاے نوره هم ټیټه شوې ده- هم دغه شان سټېټ بېنک ته هم پۀ وړومبي ځل د یو ارب روپو خساره شوې ده- دا هغه بېنک دے چې د تېر یعنې د ن لیګ پۀ حکومت کښې به ئې د کال په سر 282ارب روپو پورې ګټه ورکوله- هم دغه شان د ملک پۀ تاریخ کښې پۀ وړومبي ځل د ملک د معیشت حجم کښې شپاړس فیصده کمے راغلے او د ملک معیشت د 320 ارب ډالر نه 270 ارب ډالرو پورې کم شوے دے- دا بجټ د یو داسې حکومت له خوا وړاندې کړے شوے چې پۀ تېرو حکومتونو به ئې د قرض اخستو لپاره درانۀ او سپور سپور ټکونه کول خو عجیبه دا ده چې خپله ئې د تاریخ تر ټولو لوے یعنې 7500 اربه روپۍ قرض اخستے کوم چې د پخواني صدر اصف علي زرداري د ټولې مودې د قرضونو نه زیات دے- دا یو داسې عجیبه بجټ دے چې د ملک پۀ تاریخ کښې پۀ وړومبي ځل پکښې د پوهنتونونو لپاره د وظیفو پروګرامونه ختم کړے شوي دي- او دا هم د ملک پۀ تاریخ کښې پۀ وړومبي ځل وشول چې د روپۍ قدر د یو کال دوران 35 فیصده راپرېوتے- دا هغه عجیبه بجټ دے چې د ملک په تاریخ کښې ئې پۀ وړومبي ځل د بېروزګارۍ شرح څوارلس فیصده ته رسولې- دا بجټ به ولې داسې نۀ وي چې د ملک پۀ تاریخ کښې پۀ وړومبي ځل د خزانې وزارت او سټېټ بېنک پۀ لوړو څوکیو د ائي اېم اېف افسرانو قبضه کړې ده- موجوده حکومت پۀ تېرو حکومتونو د نیوکو یوه موقع هم له لاسه نه ورکوي خو حقیقت دا دے چې د پاکستان پیپلزپارټۍ او مسلم لیګ ن پۀ حکومتونو کښې د ملک پۀ مجموعي آمدنۍ کښې د کال پۀ سر پۀ عمومي توګه شل فیصده پورې اضافه روانه وه- پخواني صدر جنرل رېټائرډ مشرف چې پۀ کال دوه زره اووۀ کښې کومه ټېکس امدني 1100 اربه روپۍ پرېښې وه هغه تېرو حکومتونو کال دوه زره اتلس پورې 3900 اربه روپۍ ته رارسولې وه کومه چې موجوده حکومت د تېرو دوه کلونو د کوششونو باوجود دغه ځاے نه یوه روپۍ هم نۀ ده زیاته کړې- عجیبه خبره دا هم ده چې د حکومت نه مخکښې به وزیراعظم عمران او د دۀ ملګرو پۀ لوړ غږ کۀ یو خوا د تېرو حکومتونو پۀ مالیاتي کړنلارو او معاشي تګلارو ټکونو کول نو بلخوا به ئې دا هم دعوې کولې چې دوي سره دوه سوه معاشي پوهان دي څوک چې به پۀ شپږ میاشتو کښې ملک د معاشي ستونزو نه راوباسي- دوه کلونه پوره کېدو واله دي، دا دے دوېم بجټ ئې هم زمونږ او ستاسو مخې ته دے خو نۀ خو مونږ هغه معاشي پوهان ولیدل او نۀ د ملک معاشي ستونږې کمې شوې ۔

    کۀ یو خوا د بجټ دغه حال دے نو بلخوا د تېلو قیمتونو او د ډالر پۀ الوت هم د حکومت لاس او پښې تړلې ښکاري- د ډالر خوښه ده چې څومره الوځي او پۀ کوم ځاے تر کومه دمه کوي- هم دغه شان د تېلو د قیمتونو حالت هم ډېر عجیبه دے- حکومت له خوا د جون د میاشتې پۀ وړومبۍ نېټه تېل پنځویشت روپۍ پورې ارزان کړے شوي وو پۀ کوم چې اولس ډېر زیات خوشاله ؤ خو د اولس دا خوشالي هغه وخت د نظره شوه کله چې تېل د مار پښه شول او خلک د ملک پۀ تاریخ کښې پۀ اول ځل د سي اېن جي نه پس د تېلو لپاره هم پۀ قطارونو کښې پۀ ودرېدو او پۀ بوتلونو ګرځولو مجبوره شول- نوټسې هم واخستے شوې، پمپونو واله ته دړکې هم ورکړې شوې او ضلعي انتظامیو له خوا چاپې او جرمانې هم وشوې خو پۀ ملک کښې د تېلو کوهیان وچ وو- بیا یو عجیبه او ناویاته کار دا وشو چې د جون پۀ شپږیشتمه نېټه ناڅاپه بغېر د کابینې د اجازت او د اوګرا د سفارش نه د تېل قیمتونه پینځویشت روپۍ ګران کړے شول او پۀ هر پمپ د تېلو داسې پرېماني شوه چې یا خو قطارونه وو او یا هډو ټول کړاؤ ختم شو- اوس نو دې ته چې سړے ګوري نو حېران شي چې حکومت زیات طاقتور دے او کۀ تېل مافیا؟ عجیبه دا هم ده چې کوم حکومت د تعلیم او صحت اېمرجنسۍ پۀ دعوو د خلکو غوږونه پاخۀ کړل، هغوي پۀ بجټ کښې د دې دواړه مهمو مدونو لپاره صرف درې اتیا او پنځویشت اربه روپۍ ږدلي دي- حکومت دعوې لري چې پۀ بجټ کښې ئې نوے ټېکس نۀ دے لګولے خو بلخوا ئې د ټېکس هدف زر اربه روپۍ زیات ایښے او ځکه نو مخالفې ډلې سوال وچتوي چې کۀ نوے ټېکس ئې نۀ دے لګولے نو دا اضافي زر اربه روپۍ به له کومه راوړي- کۀ ټول بجټ خواؤ شا اووۀ نيم زره اربه روپۍ دے نو خساره پکښې 3437 اربه روپۍ ده- کۀ د ضرورت نولس څیزونه ګران کړے شوي دي نو د نېب پۀ بجټ کښې اضافه هم راوستې شوې ده- کۀ یو خوا حکومت د ښۀ او غریب پروره بجټ لاپې وهي نو بلخوا هم پۀ دغه خلۀ وائي چې د کورونا له وجې د ملک معیشت ته درې زره اربه روپۍ زیان اوړېدلے دے- کۀ یو خوا د دې هر څۀ پړه پۀ تېرو حکومتونو او د هغوي پۀ قرضو اچوي نو بلخوا دا هم پۀ ډاګه شوې ده چې حکومت به د امور حکومت چلولو لپاره دیارلس اربه ډالره نوره قرضه هم اخلي- د دې هر څۀ نه زیات ظلم دا دے چې پۀ بجټ کښې د نوو ضم شوو ضلعو لپاره بجټ د سل اربه روپۍ پۀ ځاے صرف اتۀ څلوېښت اربه روپۍ مختص کړے شوے- بهر حال بجټ ؤ، راغے او تېر شو خو پته به ئې اوس عوام ته لګي ځکه چې د ضرورت د څیزونو قیمتونه د ورځې پۀ حساب مخ پۀ بره روان دي ۔

    بلخوا د خېبر پښتونخوا حکومت هم خپل بجټ د جون پۀ نولسمه وړاندې کړو- دا بجټ کۀ د موجوده حکومت دوېم بجټ دے نو پۀ صوبه کښې د پاکستان تحریک انصاف پرله پسې اووم بجټ دے- دا د 923 ارب روپو بجټ سر پۀ سر وبللے شۀ خو د وفاق پۀ شان دلته هم سرکاري ملازمین ته پۀ زړه تنخوا د کار کولو مشوره ورکړې شوه- سږکال هم د قبائلي ضلعو سره د مور د مېرې وشوه او پۀ اربونو روپۍ له سره ؤ نۀ کارېدې- هم دغه شان دا هم پۀ ډاګه شوه چې د پښتونخوا حکومت د اېشیائي ترقیاتي بېنک پشمول د نور یو شمېر غېر ملکي ادارو 269 اربه روپۍ قرضدارے دے- د اصول مطابق حکومت به راروان کال کښې 16 اربه روپۍ ادا کوي خو حکومت صرف د یوولس اربه روپو واپس کولو جوګه دے- چې څنګه پۀ وفاقي کچ حکومت د کورونا ژړا ژړلې هم دغه شان صوبه کښې هم پۀ مالیاتي توګه د نقصانونو پړه د کورونا پۀ غاړه اچولې شوې ده او وئيلے شوي دي چې د کورونا له وجې پۀ محصولاتو کښې 160 اربه روپۍ کمے رامخې ته شوے دے- صوبائي بجټ کۀ یو خوا د اولس له خوا رد کړے شوے او سرکاري ملازمینو ئې پرضد د اسمبلۍ مخې ته لاریونونه کړي دي نو مخالفو ډلو او پۀ خصوصي توګه عوامي نېشنل ګوند هم دا بجټ یو سړي خور او اولس دښمنه بجټ بللے ۔

    کۀ د دواړه بجټونو پلټنه وکړې شي نو صرف د هندسو او دعوو قیصې دي- دې بجټ کښې خو نه د عام سړي د ښېګړې لپاره څۀ شته او نۀ پکښې د دواړه حکومتونو منشورونه پۀ نظر راځي- عام سړے پۀ دې هم حېران دے چې چرته د یو کروړ نوکریانو خبرې او د پنځوس لکه کورونو دعوې او چرته داسې بجټ چې نۀ خو پکښې د غریب د زړۀ د ښۀ کېدو څۀ خبره شته او نۀ پکښې د قیمتونو د کمېدو څۀ امکان- عام سړے حېران دے چې دا څنګه ټېکس فري بجټ دے چې کۀ اوړۀ دي او کۀ چیني، تېل دي او کۀ ډالر، هم هغه شان ګران او د غریب سړي له وسه بره دي ۔

    !د جسټس فائز عيسی خلاف رېفرنس کالعدم

    د جون پۀ شلمه نېټه د پاکستان عدالت عالیه د جسټس قاضي فائز عیسی خلاف کۀ یو خوا صدارتي رېفرنس خارج کړے دے نو بلخوا ئې د سپریم جوډیشل کونسل کارروائي او شوکاز نوټس هم بې معني ګرځولي- عدالت پۀ خپل ریمارکس کښې دا هم وئيلي چې د نوموړي جج د جائېداد پۀ اړه به حتمي پرېکړه سپریم جوډيشل کونسل کوي- دې سره سره عدالت د اېف بي ار له خوا شوې کارروائي ختمه کړې او ورته ئې حکم کړے چې پۀ نوي ډول دې اووۀ ورځو کښې دننه دننه جسټس فائز عیسی، د هغه کورودانې او بچو ته د لندن د جائېدادونو پۀ اړه نوعیت او د دې لاس ته د راوړلو پۀ اړه د فاضل جج پۀ پته خط کښې وپوښتلې شي- عدالت دا هم وئيلي چې متعلقه کمشنر به د نوټس وصول کولو نه پس پۀ پنځه اویا ورځو کښې فېصله اوروي- د تېر کال د مئي میاشت کښې د پاکستان صدر له خوا سپریم جوډیشل کونسل ته لېږلے شوي رېفرنس کښې پۀ جسټس فائز عیسی تور لګولے شوے ؤ چې فاضل جج پۀ بهر ملک کښې د خپلې کورودانې او بچو اثاثې نۀ دي څرګندې کړې او ځکه دې د ائین د ارټیکل 209 لاندې د نوموړي جج خلاف کارروائي وکړې شي- خو فاضل جج جسټس فائز عیسی د دې رېفرنس خلاف سپریم کورټ ته لاړو او دریځ ئې خپل کړو چې رېفرنس د حکومت له خوا پۀ بدنیتۍ اډاڼه دے- فاضل جج دا هم غوښتنه وکړه چې د دې معاملې جاج دې فل کورټ واخلي ځکه چې د هغوي د دعوې ترمخه دا د عدلیې د واک او خودمختارۍ خبره ده- د دې نه پس د جسټس عمر عطا بندیال پۀ مشرۍ لس کسیزه لوے بنچ جوړ کړے شو کوم چې څۀ د پاڅه یو کال د کېس مختلف سماعتونو نه پس د جون پۀ شلمه د جمعې پۀ ورځ خپله فېصله واوروله چې پکښې رېفرنس خارج او شوکاز نوټس ختم کړے شو او ورسره پۀ دې لړ کښې د اېف بي آر له خوا شوې ټولې کارروایۍ هم ختمې وګرځولې شوې- لس کسیزه بنچ کښې د جسټس عمر عطا بندیال پشمول اووۀ جج صاحبانو د ټېکس معامله اېف بي آر ته د لېږلو فېصله واوروله نو درې نورو جج صاحبانو دریځ خپل کړو چې کۀ چا سره هم د یو جج خلاف کلک ثبوتونه وي نو د سپریم جوډیشل کونسل پۀ شان فورم دروازې هر وخت پرانستې دي- کۀ څۀ هم پۀ یوولس پاڼو مشتمله مختصر فېصله کښې دا څرګنده نۀ ده چې صدارتي رېفرنس ولې او پۀ څۀ خارج کړے شوے خو ولې تجزیه کار وائي چې دا فېصله د هر چا لپاره داسې ده چې د خپلې ګټې نعره پرې وچتولې شي- هر څۀ چې وي خو لا دا معامله تر هغې ختمه نۀ ده تر څو چې پۀ پوره ډول ختمه او هواره نۀ وي ۔

    د کورونا نولس ښکرونه!

    نړيواله وبا کورونا چې د ټولې نړۍ نه ئې پښې راتاؤ کړي دي، پاکستان کښې هم پۀ خپل جوبن کښې ده- د نړۍ د نورو ملکونو پۀ رنګ پاکستان هم د دې بې مخه رنځ نه د خپل اولس ژغورنې لپاره اول اول لاک ډاؤن رامنځ ته کړے ؤ کوم چې دوه میاشتو لپاره جاري وو- لاک ډاؤن کښې کۀ روزګارونه تړلي شوي وو نو زیاتره سرکاري محکمې هم بندې وې- هم دغه شان کۀ ټرانسپورټ ولاړ ؤ نو سکولونه او کالجونه اوس هم بند دي- کورونا یو داسې رنځ دے چې د یو نه بل ته لګي او څۀ دارو درمل او علاج هم نۀ لري نو بِې له احتیاطه ئې بله څۀ لاره هم نۀ وه او د احتیار لپاره یواځینۍ لار لاک ډاون دے- خو پاکستان پۀ معاشي توګه یو کمزورے ملک دے نو د لاک ډاؤن له وجې ئې خلک او پۀ خصوصي توګه مزدور کار طبقه او روزګار سره تړلي خلک ډېر زیات اغېزمن شول- دوه میاشتې پس دغه لاک ډاؤن ختم کړے شو خو ورسره پۀ ملک کښې وبا پۀ تېزۍ سره خورېدل شروع شوه- ضرورت د دې خبرې ؤ چې د دې مسئلې دې څۀ پائېدار حل راوويستے شي خو له بده مرغه د دې پۀ ځاے د تورونو او الزامونو یوه لړۍ پېل شوه- وزیراعظم عمران خان هم د خپل عادت ترمخه کله د لاک ډاؤن مخالفت او کله ملاتړ کړے دے- د سندهـ حکومت د ټولو نه مخکښې لاک ډاؤن لګولے ؤ خو وفاقي حکومت ئې مخالفت کړے ؤ- بیا وروستو ئې خپله هم لاک ډاؤن ولګولو- دا هر څۀ پۀ خپل ځاے خو د حکومت د یو عام یا وړوکي عهدېدار له خوا نه بلکې د ملک وزیراعظم عمران خان د کورونا او لاک ډاون پۀ اړه داسې بیانونه پۀ رېکارډ موجود دي چې پۀ اورېدو او کتو ئې سړے پۀ سر نیولو مجبوره کېږي- لکه اول اول ئې وئيلي وو چې دا یوه عامه ناروغي یا نزله زکام دے چې یو یا یو نیم تن ترې مري- بیا ئې اووئيل چې ډېرخطرناک رنځ دے- هم دغه شان د لاک ډاؤن پۀ اړه ئې وئيلي وو چې کۀ صوبو زما منلې نو کله به هم ما لاک ډاؤن نۀ ؤ کړے خو بیا وروستو ئې اووئيل چې د لاک ډاؤن نه بغېر بله څۀ لار نشته- هم دغه شان د وزیراعظم د وزیرانو او مشیرانو هم عجیبه حال او فلسفې دي- هر چا د خپل وس او پوهې پۀ رڼا کښې ګلونه شیندلي دي- پۀ تېره تېره د موسمیاتي بدلون وزیرې زرتاج ګل یو ټي وي چېنل سره پۀ خپله مرکه کښې دا انکشاف کړے ؤ چې د کووډ 19 مطلب دا دے چې د دې ناروغۍ نولس نکتې دي او زیاته کړې ئې وه چې دا ناروغي پۀ کوم ملک کښې پۀ یادو نولسو طریقو کښې پۀ کومه لاره هم ځان ښودلې شي او وئيلي ئې وو چې دا یوه عامه نزله ده- د محترمې د دې انکشاف وروستو پۀ سوشل ميډیا پوره یوه غوغا جوړه شوه او خلکو مختلفې او عجیبه عجیبه غوښتنې وکړې- چا اووئيل چې د زرتاج ګل دا نولس نکتې دې د مطالعه پاکستان برخه جوړې کړې شي نو چا اووئيل چې محترمې ته پۀ دې ٬٬لوے،، انکشاف څۀ اېوارډ ورکول پکار دي- هغه د چا خبره چې څومره خلې دومره خبرې- دا وړومبۍ موقع نۀ ده چې نوموړې وزیرې داسې خبره کړې بلکې له دې مخکښې ئې هم ډېر ځله داسې خبرې کړي چې خلکو پرې نیوکې کړي- لکه څۀ وخت مخکښې ئې دا انکشاف هم کړے ؤ چې پۀ ملک کښې زیات بارانونه د وزیراعظم عمران خان له وجې شوي دي- دا هر څۀ پۀ خپل ځاے او دا هم منو چې انسان کمزورے دے او غلطیانې ترې کېدې شي خو مهمه خبره دا ده چې یو خوا خو مونږ، زمونږ حکومتونه او زمونږ طبي عمله پۀ وېناګانو ستړې شوه چې دا وبا ډېره خطرناکه ده او کۀ مونږ احتیاط ؤ نۀ کړو نو خداے مۀ کړه د لوے زیان سره مخ کېدے شو نو بلخوا بیا پۀ لویو او مهمو څوکیو ناست خلک داسې خبرې کوي چې اصل مسئله پۀ ځاے پاتې شي او خبره پچموزو او ډوقرو ته اوځي- مونږ نۀ پوهېږو چې ولې زمونږ پۀ لوئې څوکیو ناست خلک داسې بې بنیاده خبرې او دعوې کوي- ایا دوي پوهېږي نه کۀ ځان پوهه کول نۀ غواړي؟ څنګه یوه وزیره داسې یوه خبره کوي چې د هغې نۀ سر معلوم وي او نۀ پښې، نۀ ئې عقل مني او نۀ سائنس، نۀ ئې خلک مني او نۀ حکومت! اولس هم بیا حق بجانب معلومېږي چې داسې حکومت به ولې او څنګه د یو بې مخه او لاعلاجه وبا مخنیوے وکړے شي چې پۀ لویو څوکیو پکښې داسې خلک ناست وي چې ورته دا پته هم نۀ وي چې د کووډ 19 څۀ مطلب دے؟ وزیراعظم عمران به وئيل چې کپتان سم وي نو کۀ ټیم هر څنګه وي نو کارونه سم وي- اوس خو هغه خپله ناست دے، کپتان هم دے او د ملک واګي هم د هغۀ پۀ لاس کښې دي خو حال دغه دے چې وزیره ئې وائي چې د کووډ 19 ته دا نوم ځکه ورکړے شوے چې نولس نکتې لري- نکتې خو ځه بیا هم ټیک دي، کۀ د دې خبرو مخنیوے ؤ نه شو نو سبا به وائي چې دا نوم ورته ځکه ورکړے شوے چې نولس ښکري ئې دي- مونږ به څۀ اووایو او د څۀ وئيلو پکښې څۀ پاتې هم نۀ دي خو بس دومره خواست لرو چې خداے ته وګورئ او دا د ملا نصیرالدین پۀ شان قیصې پرېږدئ او د کورونا وبا د مخنیوي لپاره پاخۀ ګامونه واخلئ- یو خوا د نړۍ ملکونه دي چې کورونا ئې پۀ شا کړه او بلخوا مونږ یو چې غاښونه ئې شمېرو۔