Author: Siddiq Nangyal

  • اوبۀ او رحمان – روښان يوسفزے

    اوبۀ او رحمان – روښان يوسفزے

    زمکه پۀ يو لحاظ د اوبو جهاز دے او د ځان دننه تر ډېره حده د ژوند هغه ټولې ضروري قدرتي وسيلې لکه هوا، خشکي (للمه) او اوبۀ لري۔ دا جهاز (زمکه) د اربونو کربونو کلونو راهسې د کائناتو د ژور سمندر طوفاني چپو او غورځنګونو ته سپارلے شوے دے او پۀ قدرتي وسيلو (هوا، خشکۍ، نمر او اوبو) روان او ژوندے دے او خداے مۀ کړه کۀ پۀ دغو ذکر شوو وسيلو کښې يوه وسيله هم ختمه شي نو دا جهاز به سره د خپلو مسافرو ( ساه لرونکيو څيزونو) د همېش لپاره ډوب او فنا شي ځکه چې د هر ساه لرونکي څيز د ژوند بقاء او ضمانت اوبۀ دي (القران سورة الانبياء30-17)

    يعنې اوبۀ ژوند دے او لۀ دې نه بغېر د هېڅ څيز د ژوندي پاتې کېدو هډو تصور نۀ شي کېدے۔ د يونان د يو فلسفي تهاليس (585 قبل ازمسيح) وېنا ده چې د کائناتو د هر څيز ماخذ او بنياد اوبۀ دي.

    اوس دا حقيقت هم هر چاته معلوم شوے دے چې پۀ دنيا کښې سمندري (اوبۀ) برخه د خشکۍ (للمې) نه درې دسته سېوا ده او انساني ابادي چې څومره پۀ تندۍ سره ورځ پۀ ورځ زياتېږي د دې رفتار او اندازې ترمخه کېدے شي چې راتلونکي دور کښې يو وخت داسې هم را شي چې انسانان د زمکې د سطحې پۀ ځاے چرته پۀ سيند يا سمندر کښې ځان ته د اوسېدو لپاره څۀ بندوبست وکړي ځکه چې انسان پۀ دې کائناتو کښې د ځينې قدرتي وسيلو د مختلف صلاحيتونو مالک نۀ دے او د ژوند د تېرولو لپاره ځينې وسيلې ډېرې محدودې دي. د هغو استعمال او قدر خيال ساتل ډېر ضروري دي. هوا، اوبۀ او نمر د قدرت له خوا درې داسې بخښنې دي چې انسان ته بېخي وېړيا ورکړې شوې دي او پۀ دې اهمو وسيلوکښې زيات کثيرالاستعمال څيز اوبۀ دي چې د خپل اهميت او افاديت له کبله يو خاص منفرد حېثيت لري ځکه چې د زمکې د هر پټ او څرګند څيز ژوند، رنګ، نوُر او ښائست صرف پۀ اوبو قائم دے.

    باران د زمکې ابادي ده

    شېرين جانانه زۀ پۀ تا اباده يمه

    دغه وجه ده چې د نړۍ د هرې ژبې پۀ ادب کښې د سيندونو، ويالو او چينو ذکر او ستائنې موجود دي او دا محض پۀ دې وجه چې دغه سيندونه او چينې پۀ ځان کښې د اوبو غوندې اهمه ذخيره لري. پښتو اولسي کلاسيکي يا د جديد دور پۀ ادب کښې چې د خپلو مقامي سيندونو او ګودرونو کوم زيات ذکر او ستائنې موجود دي نو بنياد او حېثيت ئې پۀ اوبو قائم دے ځکه چې انساني جسم خپله هم پۀ اويا فيصده اوبو مشتمل دے او انسان ته د ژوندي پاتې کېدو لپاره هره ورځ کم نه کم پينځه لېټره اوبۀ پکار دي. پۀ انساني تاريخ کښې هم ګڼ شمېر تهذيبونه د سيندونو سره منسوب شوي دي او د سيندونو د غاړې هر انساني تهذيب او تمدن پۀ تاريخ کښې د اوليت او شهرت شرف حاصل کړے دے ځکه چې پۀ قديم انساني دور کښې سيند يا درياب ځناورو او انسان ته صرف د څښلو او د کر کروندې لپاره اوبۀ نۀ دي ورکړې بلکې د لارو او سړکونو د نشتوالي او کموت لۀ وجې سيندونه، دريابونه د کشتيو پۀ ذريعه د تګ را تګ بهترينې وسيلې هم وې. (موجوده وخت کښې هم دي) ځکه نو د څارويو او زراعت (کرکيلې) نه سېوا د سوداګرۍ، هنر او د عسکري او فوځي نقل و حمل انحصار هم تر ډېره حده پۀ سيندونو او دريابونو ؤ. دغه وجه ده چې د نړۍ ګڼ تاريخي ښارونه عموماً چرته د سيند پۀ غاړه اباد شوي دي.

    د ځينو سائنسدانانو وېنا ده چې انسان اوس هم د هغه هومره مقدار اوبو مالک دے د څومره مقدار چې هاغه د نن نه زر کاله وړاندې ؤ. ولې خبره ددې بنيادي انساني ضرورت د صحيح انتظام او د تحفظ ده. او پۀ عامو خلقو کښې د دې اهم څيز (اوبو) پۀ حقله علم او شعور پېدا کول د معاشرې د هوښيارې طبقې (دانشورانو) علمي او ادبي ذمه واري ده چې د خپلې علمي دور انديشۍ پۀ برکت د خپلو افکارو، ليکونو او فنپارو پۀ ذريعه د خپلې معاشرې پۀ انسانانو کښې د دې خبرې پوهه او اګاهي پېدا کړي چې اوبۀ د انساني ژوند د بقاء لپاره اوس هم او راتلونکيو دورونو کښې هم د څومره لوي اهميت او افاديت وړ کېدے شي.

    دا علمي او ادبي خلق عموماً د وقتي او هنګامي مسئلو پۀ ځاے د هغو مسئلو خواته د خلقو پام او فکر را ګرځوي کومې چې پۀ دائمي توګه ډېرې بنيادي او ضروري دي. هسې هم هغه ليک او فنپاره د “افاقيت” او “ابديت” درجه مومي چې پکښې دکلهم انساني ژوند پۀ حقله د هر دور، د هر ملک، د هر نسل او د هرې ژبې د انسانانو د پاره د متاثر کولو څۀ سبق او صلاحيت موجود دے. هم دا د يوې ښې،لوې، معياري او دائمي فنپارې او ليک خاصه او شناخت دے. داسې قسم فن او ادب کښې د انساني ژوند او کائناتو پۀ هره اهمه انساني موضوع او مسئله ژور سوچ او فکر شوے وي. ځکه چې دا رنګ ليکونکي او فنکار سره د خپلو ظاهري دواړو سترګو او غوږونو پرته يوه بله درېمه سترګه او غوږ هم وي چې د هغې پۀ وساطت ډېر نۀ ښکارېدونکي منظرونه او نۀ اورېدونکي اوازونه اوري.

    د هغۀ حواس داسې تېز او نازک تارونه دي چې د ژوند او کائناتو ډېرې پټې تجربې، مشاهدې، څهرې او نويو انکشافاتو، ايجاداتو خبره د هغۀ دتخيل کور ته را رسوي.

    رحمان بابا چې د شخصيت، علميت، فکر او فن عظمت او مقام ئې هر خاص و عام او خپلو پرديو منلے ستائيلے دے ځکه چې رحمان بابا پۀ اصلي معنو کښې د پښتو شاعرۍ سوچه افاقي او ابدي شاعر دے. پښتو شاعرۍ کښې دګڼو موضوعاتو، مضامينو وحدت او اجتهاد پۀ لحاظ د خپل ځان پۀ حقله د هغوي د “عالمګيريت” دعويٰ محض دعويٰ نۀ ده بلکې د هغوي دغه دعويٰ پۀ ډېرو قوي داخلي شهادتونو اډاڼه ده ځکه چې د خپل وخت د اقتصادي، تهذيبي او سياسي انساني صورتحال نه تر دې وخته داسې کومه اهمه انساني موضوع او مسئله ده چې د هغې پۀ حقله ګندي د رحمان بابا افکار زمونږ رهنمائي نۀ کوي؟

    دې سلسله کښې کۀ څۀ فرق او کمے مونږ محسوسوو نو دغه فرق او کمے د رحمان بابا پۀ شاعرۍ کښې نۀ دے بلکې دا کمے زمونږ د خپلو علمي او سياسي فکر و نظر دزاويو دے. حالانکې اوس هم د رحمان بابا ډېر افکار پۀ ملکي او عالمي، سياسي، تهذيبي او نفسياتي تناظرکښې مونږ ته د ژوند پۀ ډېرو بنيادي مسئلو او موضوعاتو د يو نوي خيال او فکر طريقې او د سوچ او تدبر نوې زاويې را بخښي. د اوبو مسئله چې اوس ئې پۀ ګرده نړۍ د يوې اهمې انساني مسئلې شکل اختيار کړے دے او د مختلفو ملکونو د مختلفو مکتبونو د دانشورانو دبحث مباحثې، کانفرنسونو، سېمينارونو او د کتابونو کالمونو پۀ ذريعه يوه عالمي موضوع او مسئله ګرځېدلې ده. د هر مکتب فکر خاوندان پرې دخپل خپل فکر او نظر پۀ رڼا کښې خپله رايې او تجزيه وړاندې کوي.

    تر دې چې د نړۍ د ځينو سياسي او اقتصادي تجزيه نګارو پۀ خيال شايد چې د درېم عالمي جنګ اصل بنياد او سبب هم اوبۀ وګرځي. داقوام متحده سابقه سېکرټري جنرل بطروس غالي هم دا خبره کړې ده چې پۀ مشرق وسطٰي کښې به ائنده جنګ د سياسي کړکېچ له وجې نۀ بلکې پۀ اوبو وي.

    اوس هم دې حقيقت نه انکار نۀ شي کېدے چې د دنيا ځينې ملکونه د دې خطرناکې مسئلې سره مخ دي او لۀ دې مسئلې (اوبو) لۀ وجې د ډېرو ملکونو او قومونو ترمېنځه د جنګ جګړې نوبت راتلے شي۔ پۀ عالمي سطح د امريکې او مېکسيکو ترمېنځه د کلوريډو درياب پۀ اوبو يو تاوتريخوالے موجود دے. دغه رنګ پۀ يورپ کښې د دريائے ډينيوب ملکونه يعنې هنګري او چيکو سلواکيه د خپلې برخې پۀ اوبو رضا نۀ دي. پۀ ملکي داخلي سطح د پاکستان او بهارت ترمېنځه د کشمير مسئله هم پۀ بنيادي توګه داوبو مسئله ده. خپل ملک پاکستان کښې هم د صوبو ترمېنځه چې کوم عام شکايت او خفګان دے نو د هغې زيات تعلق هم د اوبو سره دے.

    د اوبو دکمي له وجې پۀ عام انساني ژوند او د هغه پۀ نورو ذريعو لکه زراعت، تجارت او ذريعه معاش څومره منفي اثرات مرتب کېږي. د څومره جسماني او ذهني تکليفونو او مرضونو سره پرې خلق مخ کېږي. پۀ دې حقله د نړۍ سياسي، سماجي او اقتصادي دانشوران وخت پۀ وخت خپلې رايې او تجزيې مونږ ته د مختلفو پروګرامونو، کتابونو او کالمونو پۀ ذريعه وړاندې کوي. ځکه چې دې اهمې انساني مسئلې اوس پۀ ټوله نړۍ کښې سر را پورته کړے دے او د بعضې ملکونو اوسېدونکيو د پاره خو اوبۀ لۀ وينې زيات قدر قيمت لري. دغه وجه ده چې دې مسئلې نن د ډېرو اقتصادي، سائنسي، زرعي او معاشي دانشورانو پام ځانته را ګرځولے دے ولې بلخوا دا څومره د اعزاز او فخر خبره ده چې د نن نه څه کم څلور سوه کاله وړاندې رحمان بابا د خپلې علمي دور انديشۍ پۀ برکت پۀ دې اهمه انساني موضوع او مسئله خپل نظر د خپل اتۀ دېرشو شعرونو پۀ يو غزل نما نظم کښې داسې وړاندې کړے دے چې پۀ موجوده دور کښې لۀ دې مسئلې سره د مخ کېدونکيو او پۀ دې د پوهېدونکيو خلقو د زړۀ او ذهن عکاسي او ترجماني ئې کړې ده.

    رحمان بابا د نن نه څۀ کم څلور سوه کاله وړاندې پۀ دې پوهه ؤ چې اوبۀ څومره لوے نعمت دے او هم پۀ دې وجه ئې د شعر پۀ ژبه دغه حقيقت تل لپاره امر کړے دے۔ دا هم د حېرانۍ خبره ده چې هغه وخت کښې ابادي کمه او د اوبو کۀ يو خوا داسې پۀ لوے کچ څۀ کشاله نۀ وه نو بلخوا دچا پۀ خوا خاطر کښې هم نۀ راتله چې داسې يو وخت به راځي چې ګينې د اوبو به لويه مسئله پېدا کېږي۔ خو دا د رحمان بابا نظر ؤ چې دا هر څۀ ئې ليدل او محسوسول۔

    د خپل تفصيلي، تحقيقي تمهيد او خبرو پۀ ثبوت کښې لۀ هغه اتۀ دېرشو شعرونو نه صرف د مثال پۀ توګه دلته څو شعرونه رانقل کوم او پۀ دې حقله د موجوده سائنسي، اقتصادي او زرعي علومو پۀ رڼا کښې دژور سوچ، تحقيق او تجربې مېدان او فېصله د وخت پۀ دغو عالمانو او دانشورانو ځکه پرېږدم۔

    ؂

    چې زما پۀ مخ ئې پورې د حال ور دے

    هر چې کښت ئې پۀ باران اوبۀ سېلاب وي

    د هغو عمر به واړه پۀ عذاب وي

    هغه ملک چې پۀ کښې سيند او رودبار نۀ وي

    دهقانان به ئې همه خانه خراب وي

    و اسمان ته به ئې سترګې وي ختلې

    د باران لۀ انتظاره به يې خواب وي

    لکه څوک چې تلوي ئې پۀ کړهۍ کښې

    د هغه ماهي پۀ طور به کباب وي

    د اوبو لۀ ډېرې ډېرې قيمتيه

    لرګي لوښي ئې مردار پۀ منجلاب وي

    هېڅ ئې مۀ پوښته له غسله لۀ اودسه

    چې يو څاڅکے پرې ګوهر غوندې ناياب وي

    د للمې سړي پۀ مخ کښې وي اب چېرې

    هغه خلق چې بې اب وي نو بې اب وي

    د خشکۍ لۀ غمه قوم د رحمان خوښ دے

    کۀ رفتن ئې له جهانه پۀ شتاب وي

  • د مېوند ملاله، د پښتني تاريخ وياړ – جاوېد ثاقب

    د مېوند ملاله، د پښتني تاريخ وياړ – جاوېد ثاقب

    د برطانيې بې مهاره ير غلګر فوج چې لۀ برطانيې څخه راوتلو نو پۀ مخه را روان ؤ او نړۍ ئې قبضه کوله- عن تر دې چې د دغه وخت د لوے اسلامي طاقت “د ترکي د خلافت عثمانيه” بنيادونه ئې هم ولړزول ـ د هندوستان تر څنګ ئې خليج او نور براعظمونه هم د ملکې پۀ تاج کښې را ونغښتل او دومره ئې ځان پراخه کړو چې د نمر ختل او پرېوتل دواړه پۀ برطانيه دننه شول ـ د نړۍ پۀ مخ داسې قوت نۀ ؤ چې د دغه بې مهاره يرغلګرو مخې ته ولاړ وے ـ چې کله د دېوبند مشرانو فېصله وکړه چې د مرستې لپاره خلافت عثمانيه او افغانستان ته وفدونه ولېږي نو خلافت عثمانيه ته چې د شېخ الهند مولانا محمود الحسن مشرۍ کښې کوم وفد لاړو، هغۀ ته د خلافت عثمانيه “غالب پاشا” خپله عاجزي ښکاره کړه او د مرستې نه ئې انکار وکړو خو افغانستان يواځينے هېواد ؤ چې امير حبيب الله خان د مرستې ژمنه ورسره وکړه. پۀ افغانستان کښې ئې ورله دفترې ورکړې او د هند يو مؤقتي حکومت ئې د راجه مهندر پرتاپ پۀ مشرۍ کښې پۀ انګرېز د پرېشر غورځولو لپاره جوړ کړو ـ دې مؤقتي حکومت کښې مولانا عبېدالله سندهي د داخله امورو وزير ؤ. مولانا برکت الله د دغه حکومت وزير اعظم، مولوي بشير د دفاع وزير او چمپکارن پيلالي د خارجه امورو وزير ؤ. دغه فېصلې د انګرېز سترګې افغانستان ته خړې کړې او پۀ افغانستان ئې د حملې کولو لپاره پلانونه جوړ کړل ـ برطانوي حکومت غوښتل چې يو خو د افغانستان خاتمه د مخې نه وشي چې کوم داسې قوت پۀ خطه کښې پاتې نۀ شي چې د برطانوي حکومت غرور مات کړي او دوېم مقصد ئې د افغانستان پۀ نيولو کښې دا هم ؤ چې افغانستان قبضه کړي او پۀ افغانستان خپل يو داسې ګوډاګے حکومت جوړ کړي چې د دوي د حکم منلو سره سره پرې د دغه وخت د دوېم لوے طاقت “روس مخه هم ونيسي ـ روس هم د برطانيې خلاف مختلفې دسيسې جوړولې ـ د روس او برطانيې د حکومت ترمېنځه دغه د شطرنج لوبه پۀ تاريخ کښې د “ګرېټ ګېم” پۀ نامه ياده شوې ده ـ خان عبدالولي خان دغه جنګ ته د “نظرياتي سرحد” جنګ وئيلےدے چې اوس هم روان دے ـ

    دغه موضوع ځان ته يو اوږد بحث دے خو مونږ راځو او دلته يواځې پۀ “دوېم افغان-اېنګلو” جګړې باندې سر سري رڼا اچوو چې د دغه تاريخ پۀ رڼا کښې د مېوند ملالې کردار پۀ ډاګه کړو ـ

    پۀ 1878ز کښې روس يو سفارتي مشن افغانستان ته د رالېږلو اراده څرګنده کړه ـ د افغانستان د هغه وخت بادشاه امير شېر علي خان څوک چې د امير دوست محمد خان زوے ؤ، د وفد قبلولو نه انکار وکړو خو ولې د روس سفير پۀ 22جولائي کابل ته راورسېدلو ـ د دغه پۀ ردعمل کښې برطانوي حکومت هم پۀ 14اګست د امير شېرعلي خان نه غوښته وکړه چې برطانوي سفارتي مشن دې قبول کړي خو ولې امير شېر علي خان نۀ يواځې د “نيول باؤلس چېمبر لېن” د مشرۍ تر لاندې د دغه مشن قبلولو نه انکار وکړو بلکې دا دهمکي ئې هم ورکړه چې دغه مشن به پۀ زور واپس کولے شي ـ لارډ لېټن چې د دغه وخت د برطانوي هند وائسرائے ؤ، پۀ ستمبر 1878ز کښې سفارتي مشن ته کابل ته د تلو حکم ورکړو ـ سفارتي مشن چې کله د خېبر دروازې ته ورسېدو نو د امير شېر علي خان پۀ حکم دغه مشن واپس کړے شو ـ

    دغه کار برطانوي حکومت پۀ غصه کښې راوستلو او د افغانستان او برطانوي حکومت تر مېنځ ئې “دوېم- اېنګلو افغان” جنګ ته لار هواره کړه ـ پۀ نومبر 1978ز کښې د برطانوي حکومت 50000فوج پۀ درې مختلفو ډلو کښې افغانستان ته داخل شو ـ د علي مسجد او پير کوتل پۀ مقاماتو باندې ئې د افغانستان فوج ته ماتې ورکړه او مخ پۀ وړاندې د کابل پۀ لور روان ؤ ـ دغه پرمختګ امير شېر علي خان پۀ ويره کښې راوستلو او د روس نه ئې د برطانوي حکومت خلاف مرسته وغوښتله خو روس ورته انکار وکړو او د برطانوي سامراج د فوج پۀ وړاندې ئې ورته د تسليمېدو ووئيل ـ امير شېر علي خان د روس نه زړۀ چاودے راوپس شو او پۀ 21فروري 1879 پۀ مزار شريف کښې مړ شو ـ

    د امير شېر علي خان د مرګ نه پس د هغۀ زوے امير يعقوب خان د کابل پۀ تخت کښېناستو ـ امير يعقوب خان چې وليدل چې د ملک زياتره حصې د برطانوي حکومت پۀ قبضه کښې دي نو د ويرې نه ئې برطانوي حکومت ته د خبرو اترو درخواست وکړو او د برطانوي حکومت سره ئې پۀ مۍ 1879ز کښې يوه معاهده لاس ليک کړه چې د “ګندمک تړون” پۀ نامه يادېږي ـ د دغه تړون تر مخه امير يعقوب خان ،د ژوب، پشين، لورالائي، خېبر او کرم نه لاس ووينځلو او دغه علاقې ئې د افغانستان نه وشوکولې او برطانوي حکومت ته ئې حواله کړې ـ د دغه تر څنګ ئې ورسره د خارجه امورو د برطانيې د حکومت پۀ خوښه ترسره کولو خبره هم ومنله ـ پۀ کابل او نورو مقاماتو باندې د برطانوي حکومت نمائندګان کښېنول شول او د دغه پۀ بدل کښې ورته برطانوي حکومت د معاوضې باور ورکړو ـ

    دغه پرېکړې د افغانستان اولس پۀ غصه کښې راوستلو او ځاے پۀ ځاے بغاوتونه شروع شو ـ پۀ درېم ستمبر 1879ز پۀ کابل کښې د برطانوي حکومت نمائنده سر لوئس کیواګنري سره د خپلو محافظانواو عملې ووژل شول ـ د دغه پېښې نه پس پۀ مختلفو ځايونو کښې د افغانستان د فوج او برطانوي فوج ترمېنځ جګړې شروع شوې ـ پۀ جولائي 1880ز کښې غازي ايوب خان (چې پۀ تاريخ کښې د فاتح مېوند پۀ نامه بالۀ شي، د امير يعقوب خان کشر ورور ؤ او يو ازاد سړے ؤ، د برطانوي حکومت سخت خلاف ؤ) د قندهار نه د هرات د نيولو پۀ اراده راروان شو ـ پۀ لاره ورسره مختلفې قبيلې هم ملګرې شوې ـ چې کله د مېوند مقام ته راورسېدو نو پۀ دغه ځاے ئې د برطانوي فوج سره پۀ 27 جولائي جګړه ونښته چې د مېوند پۀ جګړه يادېږي ـ

    ټکڼه غرمه وه،د برطانوي سامراج لوے فوج پۀ هر قسم وسلو باندې سمبال ؤ ـ د دې پۀ مقابله کښې د غازي ايوب خان لښکر ډېر کمزورے ؤ ـ اوبۀ هم د دښمن پۀ قبضه کښې وې او سخته ګرمي هم وه ـ د غازي ايوب خان فوځ ډېر زيات کمزورے شو ـ د غازي ايوب خان د لښکر بېرغچي هم پۀ دغه وخت کښې ټپي شو او بېرغ ئې د لاسو نه پرېوتلو ـ دغه واقعې د انګرېز فوج زړور کړو او ډېر زور ئې اومندلو ـ لۀ بلې خوا د غازي ايوب خان لښکر ډېر بد حاله شو او پۀ شا روان شو ـ پۀ دغه وخت کښې يوه دنګه پښتنه پېغله چې “ملاله” نومېده، مېدان ته راغله، بېرغ ئې پۀ لاس کښې واخستو او دغه ټپې ئې ووئيلې ـ

    کۀ پۀ مېوند کښې شهيد نۀ شوې

    ګرانه لاليه بې ننګۍ له دې ساتينه

    خال به د يار د وينو کېږدم

    چې شينکي باغ کښې ګل ګلاب وشرموينه

    دغه ټپو د پښتنو پۀ لښکر کښې يو جوش او جذبه راپېدا کړه او پۀ برطانوي فوج ئې زوروره حمله وکړه ـ د برطانوي سامراج دولس زره فوځ د پښتنو لښکر ووژلو او نور پۀ تېښته بريالي شول او دغسې دغه جګړه پښتنو وګټله ـ د چا پۀ مرسته؟ د ملالې ـ د ملالې ذکر مختلفو ليکوالانو هم دغسې پۀ لږ ډېر توپير سره مختلف کړے دے ـ

    ويکيپيډيا پۀ دې اړه ليکي چې ـ

    ” يو خوا د پېرنګي فوځونه د مېوند پر دښته پراتۀ، پۀ هر ډول وسلو او وسيلو سمبال وو، بله خوا افغانان پۀ تش لاس، خو د ايمان او عقيدې پۀ وسله سمبال د هغوي مقابلې ته راوتلي وو او په دې نيت او تکل وو چې دغه کفري لښکر له خپلې خاورې څخه وباسي او هېواد د دوي له منګولو څخه ازاد کړي ـ لۀ افغانانو سره پۀ دغه جګړه کښي افغانې پېغلې او مېرمنې هم شاملې وې چې ځينو ئې غازيانو ته خواړۀ، اوبۀ او بارود ور رسول او ځينې له خپلو پلرونو، وروڼو او مېړونو سره اوګه پۀ اوګه د دښمن مقابلې ته ولاړې وې ـ يوه لۀ دغو نوميالو څخه ملالۍ نورزۍ وه ـ ټکڼه غرمه وه ـ ملالۍ وليدل چې لۀ يوې خوا د دښمن د فوځونو شمېر زيات او پۀ ډول ډول وسلو او وسيلو سمبال دي او لۀ بلې خوا د هغوي پۀ وړاندې د افغاني غازيانو شمېر ډېر لږ ؤ او نزدې وه چې لۀ ډېرې ګرمۍ، تندې او ستړيا څخه لۀ ماتې سره مخامخ شوي وې ـ نو يو هسک ځاے ته وختله او د زړۀ له ځوښه ئې افغانانو غازيانو ته دا لنډۍ ووئيله ـ

    کۀ پۀ مېوند کښې شهيد نۀ شوې

    ګرانه لاليه بې ننګۍ ته دې ساتينه

    د ملالې نورزۍ د لنډۍ هر تورے لکه غشے د غازيانو پۀ زړونو کښې ولګېدو، وينې ئې پۀ ځوښ راغلې، مات زړونه ئې راژوندي شول او د الله اکبر پۀ کفر څپونکي غږ پر دښمن ورغلل ـ سره ورځ ئې پرې جوړه کړه ـ څۀ شېبه وروسته ملاله يو ځل بيا پر لوړ ځاے ودرېدله او دا لۀ جذبې ډکه نعره ئې وکړه ـ

    خال به د يار لۀ وينو کېږدم

    چې شينکي باغ کښې ګل ګلاب وشرموينه

    د دښمن پر فوځونو ماته ګډه شوه او ډېره زياته مرګ ژوبله پۀ کښې وشوه ـ د “د افغانستان درمسيز تاريخ” ليکوال د هغه وخت د يو نوميالي مورخ ميرزا يعقوب علي خوافي د کتاب پۀ حواله ليکي چې پۀ دغه جګړه کښې لۀ دولس زره انګرېز فوځ، عسکرو او صاحب منصبانو څخه يواځې 25 تنه ژوندي د جګړې لۀ ډګر څخه پۀ تېښته بريالي شول ـ مېوند فتح شو ـ چا فتح کړو؟ ننګيالۍ او توريالۍ ملالې “ـ

    محمد ولي زلمے پۀ خپل کتاب “زمونږ غازيان” کښې د “نفتولا خالفين” د کتاب “شېپور های پيروزی ميوند” د 453 مخ پۀ حواله ليکي۔

    “کله چې د زياتې مرګ ژوبلې پۀ نتيجه کښي مېوند فتح شو او افغاني غازيان د خپلو شهيدانو د ښخولو پۀ تکل کښې وو، غازي سردار ايوب خان پوښتنه وکړه چې دغه نجلۍ څوک ده چې پۀ داسې نازک حالت کښې ئې پۀ خپلو ملي لنډيو افغاني لښکر پۀ ننګ او غورځنګ راوست ـ ځواب ورکړل شو چې دا “ملاله” د يو چوپان لور او د مېوند “کشک نخود” اوسېدونکې ده ـ بل ورته ووئيل چې دا ډېره زړۀ وره وه، د غازيانو تر څنګ ئې بايد ښخه کړو ـ ايوب خان ووئيل “ښۀ واياست ـ ملايانو او ملي مجاهدينو د بخښنې دعا ورته وکړه او هم هلته ئې خاورو ته وسپارله” ـ

    د دغه پورته څرګندونو نه معلومېږي چې ملاله هم پۀ دغه جګړه کښې پۀ 27 جولائي 1880ز شهيده شوې ده ـ د ملالې قبر د مېوند د شهيدانو پۀ هديره کښې معلوم دے او ډېر خلک زيارت له ورځي ـ

    پۀ ويب پاڼه (www.benawa.com/web_stuff/malalay.php#ixzz6PzPIVmfw) خپره شوې يوه ليکنه کښې پۀ دغه اړه د “پۀ ۱۸۸۰م د مېوند پۀ جګړه کښې د انګليسي لښکر ماتې” تر عنوان لاندې ليکل شوي دي ـ

    ” د ځواني پېغلې ملالۍ دغه ملي لنډۍ پۀ وئيلو سره چې دښمن ئې د ماتې سره مخ کړو او افغان غازيانو ته ئې د مقاومت زېرے ورکوو او ملي بېرغ ئې پۀ لاس کښې ؤ ـ افغاني جنګيالي ئې پۀ غېرت کښې راوستل، د هغوي پۀ رګونو کښې د غېرت وينه داسې پۀ خوټېدو راغله چې بې لۀ مرګ د ډاره د خپلو مورچلونو څخه راووتل او د دښمن پر لښکرو ئې هجوم وروړو ـ پۀ داسې حال کښې چې افغاني غازيان چي د دښمن د توپو پۀ شليک سره د جګړې پۀ ډګر کښې لکه د ونې پاڼې داسې رژېدل، بيا هم د دښمن تېري کونکي قواوي لۀ خپلو مورچلو څخه تېښتې ته اړيستلې او برے د افغانانو پۀ نصيب شو ـ

    د مېوند پۀ دغه بريالۍ جګړه کښې د دښمن (۱۲۰۰۰) عسکر د افغانانو لۀ تېغ څخه تېر شول ـ پۀ دې ترتيب پېغله ملاله مېوندۍ، د جګړې د مېدان محرکه، د هېواد د شمال غرب لور ته پۀ ۵۰ کلومېټره کښې خپل نوم د افغانستان د مباريزينو پۀ تاريخ کښې پۀ زرين ليک وليکلو ـ روح دې ښاد وي”

    مرحوم استاد رشاد صاحب پۀ “مېوند مجله” کښې پۀ يوه مرکه کښې وئيلي دي چې “د مېوند ملالۍ کورنۍ تر اوسه پۀ مېوند کښې موجود ده” ـ

    د مېوند دغه جګړې د برطانوي حکومت بنيادونه ولړزول او برطانوي سامراج ته ئې دا ثابته کړه چې پۀ نړۍ کښې داسې څوک هم شته چې د برطانوي سامراج، هغه سلطنت چې نمر پۀ کښې نۀ ډوبېږي، د هغۀ غرور د خاورو سره خاورې کولے شي ـ

    د دغه جګړې نه پس ډېر زر يو ځل بيا د غازي ايوب خان سره پۀ قندهار کښې د برطانوي فوځ لۀ خوا بله جګړه وشوه چې غازي ايوب خان پۀ کښې ماته وخوړله او ايران ته لاړو ـ

    غازي ايوب خان د دغه نه پس ګمنامۍ ته لاړو ـ پۀ کال 1914ز کښې پۀ لاهور کښې مړ شو چې مړے ئې بيا پېښور ته راوړل شو او پۀ وزير باغ کښې پۀ دراني قبرستان کښې د شېخ حبيب د مزار پۀ خوا کښې ښخ کړے شو ـ

    استفاده

    www.benawa.com/web_stuff/malalay.php#ixzz6PzPIVmfw

    https://wasiweb.com/%d9%85%d9%84%d8%a7%d9%84%db%8d-%da%85%d9%88%da%a9-%d9%88%d9%87%d8%9f/

    https://ps.wikipedia.org/w/index.php?title=%D9%85%D9%84%D8%A7%D9%84%D9%87_%D9%85%D9%8A%D9%88%D9%86%D8%AF%D9%88%D8%A7%D9%84%D9%87&oldid=250917

    https://en.wikipedia.org/wiki/Battle_of_Maiwand?fbclid=IwAR3cwnITpaVPRcivQhTcMZCIKCfusLWm94p3F_LHXHZtLUmJvKmlnnY_mHU

    https://en.wikipedia.org/wiki/Second_Anglo-Afghan_War

  • د پښتونخوا نوې ضلعې او د دې معدنيات – مولانا خانزېب

    د پښتونخوا نوې ضلعې او د دې معدنيات – مولانا خانزېب

    څۀ دپاسه سل کاله د پېرنګي د ظلم او جبر نه ډک تور قانون اېف،سي، آر پۀ منګلو کښې ښکېل پاتې شوې پخوانۍ فاټا چې اوس ئې مونږ د پښتونخوا پۀ نوو ضلعو او منځنۍ پښتونخوا هم يادولے شو، د يو قامي پاڅون او غورځنګ پۀ نتيجه کښې پۀ يو دېرشم د مۍ کال 2018ز د تل لپاره دد غه جبر نه خلاصه شوه. د ظلم پۀ دغه يوه پېړۍ کښې څۀ دوه برخې زمانه يعنې څۀ دوه اويا کاله د پاکستان پۀ برخه هم ده. پۀ تاريخي بڼه اوويشت زره مربع کيلومټره دا خاوره د سويلي وزيرستان نه تر د باجوړ د پښتونخوا تاريخي برخه وه خو څۀ د خپلو کمزوري او څۀ د پېرنګي زورورتيا وه چې د ښي لاس دا مټ ئې د پښتونخوا نه شوکولے ؤ. دا هرڅه د پېرنګي د هغه دريځ ژوند ؤ چې د مغل بادار نه ئې زده کړي وو چې خلق سره وېشه او تۀ پرې باچاهي کوه. د پېرنګي د دور نه پس کۀ مونږ د پاکستان ددې سيمو پۀ اړه د ناوړې پاليسۍ ذکر وکړو نو هم هغه د پېرنګي پۀ سترګه باندې د دې ملک بادارانو دې سيمې ته کتلي چې پۀ نتيجه کښې ئې څه د يو کروړ پښتنو ژوند د جهنم پۀ عذاب بدل شوے ؤ. دلته تش پۀ نامه واکمني وه، پولیټيکل اېجنټ به د کروړنو روپو پۀ رشوتونو رالېږل شو او چې کله به دغه پوليټيکل اېجنټ يا د هغه لاندې چارواکي ددې سيمې نه واپس کېدل نو راغلي به د يوې جوړې جامو سره وو خو کډې به ئې بيا پۀ ټرکونو کښې بارېدې او پۀ ټرکونو کښې به هم نه سمبالېدې. د نغدو روپو پۀ شکل به چې دلته کوم لوټ مار شوے ؤ نو د هغې به څه اندازه نه وه معلومه ځکه چې پۀ دغه چور تالان کښې به دغه انتظامي چارواکي ځان له نه وو بلکې د فاټا سېکټرېټ پۀ نامه چې کومه ځانګړې اداره وه نو هرچا ته به حصه بقدر جثه رسول او ورکول شوه۔

    د حکومتي کارمندانو د دغه چورتالان جائز کولو لپاره به دلته د دې سيمې د ځينې مشرانو نه يوه مراعات يافته ډله او طبقه هم پۀ دغه هره ناروا او زياتي کښې برخه مند وه چې هم د دوي پۀ مرسته هر ناروا به روا کول شوه. که د پښتنو د نسلي تاريخ څېړنې پۀ اساس خبره وکړو نو ټول پښتانه ٬قبائل، دي يعنې هر پښتون وګړے پۀ لازم توګه د يوې قبيلې سره تړون لري. قبائليت د يوې انساني ټولنې د يو وګړي يوه پېژندګلو وي او دا پۀ تاريخي بڼه د انساني نسل د غورزو پرزو زمانه وه چې دے د قبائليت پۀ وندر ګېر او ښکېل ؤ. د پېژندګلو نه پرته قبائليت نور ځان ته هېڅ ريښه نه لري خو له بده مرغه د پېرنګي د اړخ نه چې کله دا سيمې د افغانستان او د هندوستان ترمېنځه يوه خالي ګاه وګرځول شوه او دغه ځانله والي څۀ دپاسه سل کاله شتون واخستو نو له بده مرغه دلته د قبائليت پۀ نامه يو ځانګړے تشخص او انځور جوړ کړے شو او د پاکستان پۀ اويا کلنه دوره کښې دې خلقو ته دا ځانله والے نور هم ورپوخ کړے شو. ځکه چې قائد اعظم هم ورته “بازو ئې شمشير زن”وئيلے ؤ. کله چې جنګونو او لښکرو ته به اړتيا شوه نو تر کشمير پورې به د دې سيمې نه لښکرې پاڅول شوې. که د شوروي اتحاد او کۀ د امريکا خلاف اخ او ډب جوړول وو نو هم د قبائلو نه کار اخستل شوے. قبائلو د پاکستان لپاره هرجنګ کړے، ځانونه ئې وژلي، وطن ئې وران شوے خو چې کله د دې اولس د خاورې او د قامي حقونو خبره راغلې نو د پاکستان واکمنو پرې ټول عمر ځان شپېلے کړے ؤ. پښتانه که پۀ هرځاے کښې دي نو اوس دوي له د قامي يووالي پۀ اړه ډېر ګامونه نور اخستل دي ځکه چې کۀ د پخوانۍ قبائلي سيمې پښتانه دي، کۀ د سمې پښتانه دي او که د سويلي پښتونخوا پښتانه، لا اوس هم د قامي مفکورې او پېوستون نه ډېر لرې دي. ځاے پۀ ځاے قبائلي کرکې دي. هره قبيله ځان د بلې قبيلې تربوره او دښمن ګڼي چې پۀ نتيجه کښې پښتانه د قبيلو پۀ نامه پۀ سلګونو قامونو وېشل شوي. که پښتانه پۀ نړۍ کښې سرلوړي غواړي، قامي ستونزې ختمول غواړي او د نړۍ سره ځان او قام سيال کول غواړي نو د افغانستان نه واخله تر پښتونخوا پورې به ځان پۀ يو قام بدلول وي چې د قبيلو نه قاميت ته لاړ نه شو ګینې نو هم دغه شان به برباد يو، وطن به مو وران وي او د قامي شعور کچه به مو هم دغه راز ټيټه وي څنګه چې د سابقه فاټا اولس ځان د قبائليت نه پۀ قامي يووالي او مټ وويستو او د پښتونخوا برخه شو. داسې بېداري بايد چې ټول پښتانه پۀ ارادي او شعوري ډول پۀ ځان کښې راولي. پۀ سابقه فاټا کښې د پوليټيکل اېجنټ شبکې به د افغانستان د سوداګرۍ او د سيمه ايز تجارت نه ګام پۀ ګام پېسې اخيستلې چې ددغه روپو به هېڅ کوم حساب کتاب او پوښتنه نه وه .ځينې ملکانو او خانانو ته به د حجرې د خرچې پۀ نامه پۀ لکونو روپۍ ورکول شوې چې دغه خرچو دغه خلق د قام د څپ نه ويستلي وو او دغه راز د پښتنو تاريخي او دوديز روايت ،جرګه، هم د مرۍ نه نيول شوې وه. د جرګې جوړول بيا پرېکړه ليک اعلانول دا هرڅه به پۀ معلوم نرخ باندې کولے شو. د انصاف پۀ نامه باندې به يو جمعه بازار لګېدلے ؤ چې چا به ډېرې روپۍ ولګولې نو د پوليټکل اېجنټ جرګې به د هغه پۀ حق کښې پرېکړه اعلانوله. دغه رنګ د نشه اي موادو پۀ ضد، اېنټي نارکاټېکس پۀ نامه پۀ اربونو ډالر د دې سيمې لپاره به د لوېديځ ملکونو له خوا وخت پۀ وخت رالېږل کيدلې چې د کوکنارو کرونده پرې بنده کړے شي. د کوکنارو کرونده پولټيکل اېجنټ پۀ زور بنده کړه او پۀ دغه روپو کښې يوه پېسه هم د دې سيمې کرونده ګر ته پۀ بدل کښې ورنه کړې شوه. حالانکه کوکنار د دې سيمې د کرونده ګرو د زمانو نه د پټي روايتي فصل ؤ. دغه کوکنار د پوډرو د نشې نۀ بلکې د روزګار لپاره خلقو کرل ځکه چې نن هم شپيتۀ سلنه برخه د کوکنارو د طبي دوايانو پۀ ضرورت کښې کارول شي خو نړۍ ته داسې ښودل کېده چې بس دا سيمه ټوله د پوډرو د کارخانو نه ډکه ده. د کوکنارو پۀ کروندې د بندېز له امله د دې سيمې کرونده ګر د ډيرې غريبۍ سره مخامخ شو. دغه رنګ د افغان جګړې د جرنېل مشرف د وخت نه چې د تندروي د جنګ پۀ نامه کوم اربونه ډالر د سابقه فاټا د سيمې پۀ برکت پاکستان ته راغلل نو د دې سيمې وګړي پکښې تر ننه بې برخې پاتې دي او نن هم دا سيمه کنډر کنډر ورانه ويجاړه پرته ده. بازارونه او کورونه د دې سيمې د پښتنو وران شو او رڼا ګانې ترې د نورو خلقو محلونو ته بوتلل شوې. يوشمېر وګړي اوس هم پۀ کېمپونو او د ملک پۀ نورو ښارونوکښې د بې کورۍ پۀ حالت کښې ژوند کوي. د دې ټول زور زياتي پۀ ضد پۀ دې سيمه د دېرشو کالو نه ډېر پۀ پرامنه ډول د آئيني بدلون لپاره يو غبرګون هم روان ؤ چې بالاخره پۀ کاميابۍ سره سرته ورسېدو او د سابقه فاټا سيمه د قامي وحدت او تړون پۀ اساس د خپل تاريخي وجود پښتونخوا سره وتړل شوه دلته د اسټېبليشمنټ، او د هغې ټولو علامتونو ته د عدم تشدد پۀ مفکوره او پۀ قامي مټ مېداني ماتې ورکړے شوه او پۀ دې ډول د نېشنل اېکشن پلان ،د قامي سياسي تړون د برخه ليک پۀ رڼا کښې فاټا اصلاحات او د دې سيمې د پښتنو د قامي حقونو، مقدمه ، پۀ پرامنه ډول وګټل شوه. د دې سيمې د تېر اويا کاله محرومو او ناخوالو ختمولو لپاره د پارليمان لۀ خوا پۀ آئيني توګه يوشمېر ليکلې ژمنې هم شوې دي چې مقصد ئې دا پاتې سيمې اوچتول او د ملک د نورو پرمخ تللي برخو سره پۀ سيالۍ کښې يوشان کول دي چې د عدالتونو راتلل د پښتونخوا صوبې د څوکو لپاره ټاکنې ترسره کول پۀ بشپړه توګه ترسره شوي هم دي خو ځينې ډېر ګامونه اوس هم لا نيمګړي پاتې دي چې پۀ قامي مالياتي انعام کښې درې سلنه برخه ورکول، هر کال سل اربه روپۍ ورکول، د زدکړو، روغتيا، پرمختګ او روزګار لپاره ګړندي ګامونه اخيستل دي خو تر اوسه د تحريک انصاف واکمن ګوند د دې سيمو پۀ اړه هېڅ کومه تګلاره نۀ لري. بلکې دا سيمې پۀ ځان يو بوج ګڼي چې د تاريخ پړه به د دې پۀ غاړه وي۔ دغه رنګ پۀ کليزه بوديجه (بجټ) کښې د دې ټولې سيمې پرمختګ لپاره هم څۀ مناسبه برخه نشته او صرف اتۀ څلوېښت اربه مختص کول د اوښ پۀ خلۀ کښې شوړه ورکول دي. کۀ چرته د ملک واکمن د دې سيمو د پرمختيا لپاره پۀ رښتيا ژمن وي او پکار ده چې شي چې سره د هرڅۀ بربادېدو نه پس هم د دې سيمې خلق بيا هم د دې ملک وګړي ځان شماري، د دې ملک وفادار دي او پۀ آئيني توګه د کراچۍ، لاهوراو پېښور د دې سيمو د وګړو تر مېنځ هېڅ کوم توپير هم پاتې نه شي نو پۀ دې د ملک واکمن غوږونه خلاص کړي چې نور د دې سيمې پښتانه بېدار دي. د پردو جنګونو او اشرو نه ستړي دي خوپۀ خپله خاوره امن او پرمختيا ته خامخا لېواله دي. دلته نوے کهول بېدار شوے نور پۀ خپله خاوره د بدبختيو پۀ ځاے پرمختګ غواړي ۔

    موجوده واکمن ګوند دې وروستو پاتې سيمو ته يوځل بيا شا کړې او پۀ دوه کاله واکمنۍ کښې تر نن پورې پۀ هغه آئيني ژمنو کښې پاتې راغلے چې کومې د دې سيمې د اولس سره شوې وې چې پۀ هغې کښې د ټولو نه غټه خبره ددې سيمو د پرمختيا لپاره هرکال سل اربه روپۍ ورکول وو. دغه رنګ دا سيمې او د دې استوګن د ډېرې غريبۍ ښکار دي. د نورو حکومتي پروژو سره دلته پۀ دې سيمو کښې پراتۀ معدنيات، ملي شتمنۍ ډېرې ګټورې کيدې شي. د مېنځې پښتونخوا داسې سيمه به نه وي چې دا معدنيات پۀ کښې پۀ لوے کچ نه دي پراتۀ چې پۀ هغې کښې د وزيرستان نه را واخله تر باجوړ پورې لوې لوې زېرمې دي چې تامبا، سره زر، ماربل، ګرېنائټ، نفرائټ، جسپر، آئرن هور، سوپ سټون، مېګنيز، کرومائټ، زمرود، بلور، ،اورئن ګېس او شيشه وغيره پکښې دي. د اسلام اباد د ريسرچ سنټر د وېنا تر مخه څۀ نورلس ډوله د معدنياتو زېرمې پۀ دې خاوره کښې پرتې دي او څۀ پينځه دېرش ملين ټن تامبا او سره زر، شل ملين ټن مېګنيز،يوسل اووه دېرش ملينه جپسم ،يوولس ملين ټن ډولومائټ او نور يو شمېر اندازه معدنيات پراتۀ دي. پۀ باجوړ کښې ځان له 5860ملين ټن ماربل، پۀ مومندو کښې 845 ملين ټن او پۀ خېبر کښې 345 ملين ټن ماربل دي ۔

    دلته که حکومت د دې سيمې د اولس نور خېرخواه وي نو بايد چې د افغانستان سره ټولې د تجارت لارې تر د باجوړ د ناواپاس پورې کولاوکړي چې اولس ځان پۀ خپله پۀ روزګار کړي. دغه رنګ د معدنياتو زېرمې راسپړدل غواړي خو پۀ معدنياتو کښې بايد چې يو څو خبرې پۀ پام کښې ونيول شي ۔ يو پۀ ټولو نوو ضلعو کښې پۀ سائنسي اصولو يو جامع سروے پکار ده چې د دې زېرمو درسته اندازه ښکاره شي. دوېم د پښتنو د زرګونو کالو تړون پۀ اساس دا شريکې ملي شتمنۍ دي، حکومت دې پۀ خپله ولقه کښې د دې د اخستو نه ډډه وکړي. پۀ هرځاے کښې دې پرې د اولس پۀ مشوره او جرګه کار شروع کړے شي. لانجې او اولسي شخړې دې پکښې ختمې کړې شي. اولس ته دې يا څېرمه قبيلې ته دې پکښې پۀ يو خاص اندازه کمېشن ورکړے شي، ټهېکدار دې د مقامي سيمې وي کۀ د چا پۀ ذاتي ځاے کښې معدنيات وي نو چلوي دې هغه خو د اولس برخه ده کمېشن پۀ شکل دې پۀ کښې ومنل شي. د دې زېرمو د چور تالان مخ نيوے دې وشي. پۀ سائنسي اصولو د راسپړدلو لپاره دې جديد سائنسي اوزار ورکړے شي او خام مال کراچۍ ته او نورو لرو سيمو ته د وړلو پۀ ځاے دې هم پۀ دغه سيمه کښې دې ورته برقي فابريکې ولګول شي چې د دغه سيمې اولس ورسره نور هم پۀ روزګار شي او د لرې ښاريو وړل هم ختم شي۔

    چې زمرود ئې پېداوار دے

    مونږ پۀ هغه وطن کښې لوږې تېروونه

  • معافي غواړم جي ۔ ۔ ۔ ! – عثمان عالم اېډوکېټ

    معافي غواړم جي ۔ ۔ ۔ ! – عثمان عالم اېډوکېټ

    د نړۍ هر قام د ژوند پۀ لار کښې د نشېب و فراز سره مخ کېږي ۔ داسې يو قام هم نشته چې هغه پۀ پټو سترګو د ترقۍ اسمان ته رسېدلے وي ۔ کۀ مونږ د قامونو پۀ تاريخ نظر واچوو نو دا خبره څرګندېږي چې کۀ سختې ئې ګاللي دي نو پۀ ټولنيزه توګه هم کېوتو پرېوتو سر مخ شوي دي ۔ خو بيا چې کوم قام خپل ګرېوان ته سر ښکته کړے، پۀ خپل حالت ئې سوچ کړے او خپل ځان سره ئې مکالمه کړې ده نو هغوي نۀ صرف دا چې خپل کمے او د پستۍ علت معلوم کړے بلکې د هغې نه د وتلو ئې هم هڅې کړې دي ۔ او چې چا ځان نۀ دے ستړے کړے نو هغوي هم هغه شان در پۀ ديکې او خوارو زار دي ۔ داسې هم نۀ ده چې ګينې پۀ يو قام بۀ سختې ورځې نۀ راځي، نه، بلکې سخت وخت او متحانونه پۀ هر چا راغلي او راځي خو چې څوک پوهه، عقل او شعور لري نو هغوي نۀ صرف پۀ دغه امتحانونو کښې سربالا کېږي بلکې د راتلونکي لپاره ترې زدکړې هم کوي او بيا لپاره د دغه غلطيو نه ځان هم ساتي۔ تمهيد لږ اوږد شو خو څۀ وکړم خبره څۀ داسې ده چې بغېر لۀ دې نۀ کېده ۔ تاسو بۀ ټولو خبر يئ ځکه چې دغه پېښې ټول ملک ژړقولے ؤ، هر د ضمير خاون ئې ژړولے او زورولے ؤ، هر څوک ئې سوخت کړي وو او هر زړۀ ئې خوږ کړے ؤ۔ پېښه ډېره زوروره او د بيان نه بهر ده خو ليکل پرې ځکه ضروري دي چې کۀ مونږ هم داسې غلي پاتې شو او د داسې پېښو خلاف اواز اوچت نۀ کړو نو نه صرف دا چې داسې پېښې بۀ دوام ونيسي بلکې ضميرونه بۀ مو هم اودۀ او مړۀ پاتې شي۔ او بيا دا هم مهمه ده چې داسې پېښې اګر چې ډيرې دردناکې وي خو مثبت اړخ ئې دا وه چې مونږ ته د اصلاح موقع هم پۀ ګوتو راکړي ۔ لۀ دې مخکښې چې دا تمهيد نور هم اوږد شي او تاسو تنګ شئ، نو نيغ پۀ نېغ موضوع ته راځم ۔ د جون مياشت کښې يوه ويډيو پۀ ټولنيزو رسنيو مخې ته راغله چې پکښې يو ځوان چې ځان ته عامرے د تهکال وائي، چېرته پۀ يو بېټهک کښې د خپلو ملګرو سره ناست دے او ښکاري داسې چې پۀ خود کښې نۀ دے او څۀ نشه ئې کړې ده۔ پۀ دغه حالت کښې هغه د پېښور پوليس ته بدې ردې وائي او بدې بدې ښکنځلې ورته کوي ۔ دا ويډيو پۀ سوشل ميډيا خپرېږي او خلق پرې مختلفې تبصري کوي ځکه چې لۀ بده مرغه زمونږ د زياتره خلقو کار هم دغه دے چې داسې کارونو لۀ هوا ورکړي او خوندونه ترې واخلي۔ دا بۀ هم خپله بدمرغي وګڼم چې مونږ لۀ د چا د سپکاوي څۀ پۀ لاس راشي نو پۀ ځاے د دې چې خاموشي پرې اختيار وکړو او د بل انسان د حيا او عزت خيال وساتو، الټه مزې ترې اخلو او ملنډې ورپسې کوو۔ هم داسې دې ځوان سره هم وشو۔ د دې ځوان د ښکنځلو نۀ خو څۀ تک جوړېږي او نۀ جواز او د دې فعل چې څومره هم غندني وشي نو کمه بۀ وي ۔ او بيا د دې ويډيو وروستو يوه بله ويډيو مخې ته راځي چې هم دغه ځوان پکښې پۀ خپل عمل ستومانه ښکاري او مني چې دۀ څۀ کړي نو بد ئې کړي دي او د پوليس پۀ اړه وائي چې “سلوک” ئې ورسره ښۀ ؤ بلکې معلومېده چې څۀ ورته دغه وخت د زور مالکان وائي، دغه ځوان هم هغه وائي۔ دا ويډيو هم راغله او خلقو پرې د خپل وس او عادت مطابق خبري اترې وکړې او خلقو وئيل چې ګينې معامله ختمه شوه خو هغه د چا خبره چې د ظلم توره شپه څومره هم اوږده ولې نۀ وي خو د انصاف سحر خامخا څړيکه وهي۔ دا سائل صېب پۀ خلۀ ۔ ۔ ۔

    قيصه زما د مستقبل سائله

    چې شپه لري څنګ بۀ سحر نۀ لري

    يوه درېمه ويډيو راغله او د خلقو نه ئې هر څۀ هېر کړل ۔ ما خو چې وکتله نو ارمان او آه مې وکړو چې کاش نۀ مې وه کتلې، کاش چې داسې نۀ وو شوے، کاش چې دا دروغ وے او کاش چې دا زما د نظر دوکه وے۔ خو دا رشتيا وو او دا دروغ نۀ وو۔ پوليسو عامر ے د تهکال پۀ زور نيولے ؤ، پۀ زور ئې بوتلے ؤ او ټوله شپه ئې پرې تشدد کړے ؤ۔ کۀ صرف تشدد وے نو هم بۀ ټيک وے او چا به دومره څۀ نۀ وئيل خو دوي خو د دي ځوان سره هغه کانې کړې وې چې سترګې د د سترګو نه او خلق د يو بل نه شرمېدل، زړونه پرهر شول او ژبې ګونګې شوې، احساس ژوبل او ضميرونه وراتۀ پراتۀ شو۔

    زۀ د دې ځوان پۀ وهلو ډبولو خفه نۀ یم ځکه چې هسې مو هم ځوان د سختیو عادت دے خو زړۀ مې د دۀ پۀ بې عزتۍ خفه دے، کۀ صرف خفه وے نو هم به ښۀ وه خو زړۀ مې ناقراره دے او سوالونه کوي او زۀ ترې کله یو خو او کله بلخوا سترګې اړوم۔ زړۀ مې سوال کوي چې دا ولې؟ ما سره ځواب نشته ځکه چې د سوال کولو او اورېدو بلد نۀ یم۔ دا یونان خو نۀ دے چې سوال ته دې هرکلے وکړے شي۔ زۀ سقراط خو نۀ یم چې پۀ سوال اورېدو خوشاله شم۔ زۀ خو د مۀ کوه، سم شه او غلے شه پۀ چاپېرچل کښې لوے شوے یم۔ عامر غلطي کړې وه، منم، خو ایا سزا ئې داسې پکار وه؟ ایا، د دۀ دومره سپکاوے پکار ؤ؟ سوالونه ډېر زیات دي خو زړۀ کښې تاب چرته دے۔ ورسره د یو پلار په حېث د خپل اولاد لپاره هم پرېشانه یم۔ هسې نه سبا زما د بچي سره داسې وشي۔ زۀ به خپل بچے پوهه کووم چې داسې ګستاخي ؤ نۀ کړي، غټانو ته به بره هم نۀ ګوري۔ نوره هېڅ غوښتنه نۀ لرم ځکه چې متعلقه اېس اېچ او او نور درې پولیس اهلکار معطل کړے شوي دي او پۀ دې لړ کښې پلټنې روانې دي او امکان لري چې ذمه وارو ته سزا ګانې ملاؤ شي۔ دابه ښۀ خبره وي چې دوي ته سزاګانې ملاؤ شي خو بیا هم سوال په ځاے دے چې ایا زمونږ مثالي پولیس له داسې یو مثال جوړول پکار وو؟ کۀ او نو بیا د عدل دا لوئې ودانۍ او د انصاف دا نظام د څۀ لپاره دے؟ کۀ هم داسې پۀ یوه غلطۍ خلقو ته سزاګانې او د هغوي عزتونه تار تار کېدل شروع شي نو بیا د عدالتونو شتون څه معنا؟ دا خو وس د بري کار شو۔ دا خو د ځنګل قانون نه هم بدتر دے ځکه چې صرف بدني خوږ نه بلکې روحاني اذیت پکښې هم شامل دے۔ او بیا تر ټولو مهم دا چې پۀ عامر او زمونږ پولیس کښې فرق پکاردے، کۀ عامر ښکنځلې کوي نو ایا مونږ به هم کوو، که هغه سپک دے نو ایا مونږ به هم د هغه په شان ځان سپکوو؟ زۀ ئې دومره بې کوره کړے یم نو د دغه ځوان به څۀ حال وي۔ کۀ وایم چې انصاف پکار دے نو دا به هسې ځان خلاصے وي۔ بس ښۀ پۀ ډاګه وئيل پکار دي چې ښۀ جخت بې حسه یو۔

    زۀ منم چې زمونږ پولیس ټول داسې نه دي، ډېر ښۀ او تکړه ځوانان او افسران پکښې شته۔ دوي کۀ د ترهګرۍ خلاف جنګ کښې قربانۍ ورکړي نو د امن و امان لپاره هم د دوي کردار د ستائيلو دے خو، خو ایا دا رښتیا نۀ دي چې اوس هم داسې سلوکونه کېږي؟ د انصاف پۀ ځاے به ګوته نۀ ږدو؟ حق ته به حق او تور ته به تور وایو۔ د دې منځومانه سوچ نه به راوتل وي،- خپلې کوتاهۍ به منل وي، پړۀ به پۀ غاړه اخستل وي ګينې نو خداے مۀ کړه هم داسې به کېږي۔

    د عامر له خوا زمونږ پولیسو ته ښکنځلې او بد رد وئيل بېخي ناروا او زیاتے ؤ خو ایا زمونږ قانون، اخلاقیات،مذهب، کلتور، روایات او ټولنه د داسې کار اجازت ورکوي څنګه چې عامر سره شوے دے- کۀ سوال جائز وي او جواب ئې ٬نه، وي نو باید سپیناوے دې وکړے شي، د عامر دادرسي دې وکړې شي او پۀ راتلونکي کښې دې د داسې پېښو منخنیوي لپاره پاخۀ ګامونه واخستے شي۔ حکومت، مشرانو، سياسي مشرانو، مور پلار او د ټولنې هر وګړي لۀ پکار ده چې د ځوانانو پۀ ښۀ روزنه کښې برخه ولري ۔ پوليس لۀ هم پکار ده چې د مجرم نه، نه بلکې د جرم نه نفرت وکړي۔

  • ما بدل واخستو (افسانه) – پروفېسر اسير منګل

    ما بدل واخستو (افسانه) – پروفېسر اسير منګل

    نن بيا د بادام پۀ کلي کښې يوه لويه هنګامه وه او د نزدې لرې کليو نه خلق ډېر پۀ قهر او غضب راچلېدلي وو. د هر چا سره پۀ لاس کښې مشين ؤ او پۀ ملا ئې دمړدکيو يو بند ؤ، چې ورسره ئې تېرې چاړې هم ټومبلې وې. يو څو مضبوطو ځوانانو يو تنکے زلمے چې ايله ئې شونډه شنه شوې وه لکه دپسۀ راګېر کړے ؤ. هغۀ يو بل ته منتونه اوزارۍ کولې …

    “دخداے خاطر وکړئ زۀ بې ګنا يم، زۀ نن ايله پوهنتون نه راغلے يم”.

    خو د هغه دغه غږ به د خلقو پۀ غوربوړ کښې داسې ورک شو لکه چې اوبۀ پۀ شګو کښې ورکې شي. پۀ هغه د لتواو سوکانو باران ؤ، هغه يو خوا بل خوا پۀ وار خطائۍ کتل . کله بۀ ئې بره اسمان ته وکتل چې ګينې د خداے رحمت پۀ جوش کښې راشي اؤ هغه د ظالمانو نه خلاص کړي . د هغه نۀ پۀ سر ټوپۍ وه اؤ نه ئې پۀ پښو څپلۍ وې. پۀ راښکلو راښکلو د هغه د غاړې نه خت هم وتے ؤ، د هغه ګناه دا وه چې هغه د مخالفې ډلې غړے ؤ او دا ګناه د هغه د وژلو دپاره پوره وه. د ګڼې نه يو غوريز پورته شو.

    “هلکه بادامه راؤځه کنه —– د خپل ورور ودان، بدل واخله”

    ودان د بادام کشر ورور ؤ، پېښور پوهنتون کښې د طب زده کؤونکے ؤ. کله ئې چې د اخري کال امتحان ورکړو نو ډېر زيات خوشحاله ؤ، د هغه باور ؤ چې هغه به ټول پوهنتون کښې پۀ ښو نمبرو بريالے کېږي او دا خواهش ئې څه داسې ډېر ګران هم نه و ځکه چې هغه پۀ تېرو څلور کالونو کښې دهر چا نه ښې نمبرې اختسې وې. د امتحان نه پس هغه د خپلې مينې ٬سيالۍ، سره وليدل او ورته ئې ووې چې هغه اوس خپل کلي ته ځي او بېرته به هله راځي چې کله ئې نتيجه اوځي . سياله د هغه نه د طب پۀ زدکړه کښې دوه کاله وروستو وه. هغې چې د ودان دا خبره واورېده نو لږه غلې شوه اؤ بيا ئې ووې!

    “ودانه ستاسو علاقه ډېره خطرناکه ده چرته تاته څوک . . .

    “يه لېونۍ ما خو د چا ملاسته غوا هم نۀ ده پاڅولې، ماته به څوک څۀ وائي”، ودان د سيالې خبره پۀ نيمه کښې ووهله .

    ودان چې کله خپل کلي ته رانزدې شو اؤ ګاډے ئې د مخالفې ډلې پۀ کلي ورغے نو مخکښې سړک باندې غټې غټې تيږې پرتې وې. دۀ چې څنګه برېک ونيولو نو هغه ساعت ورته د خپلې مينې هغه خبره را ياده شوه. . .

    “ودانه ستاسو علاقه ډېره خطرناکه ده، چرته تاته څوک—–“

    دې کښې يو څو وسله وال کسان مخې ته راغلل چې دۀ ښۀ پېژندل . يوكس پۀ زوره ووئيل— هلکه راکوز ئې کړئ د بر کلي د ملک سپين ګل زوے دے — ګورې چې خلاص درنه نۀ شي.

    بادام پۀ کور کښې د خپل ورور ودان د راتلو انتظار کؤلو هغه د خپل ورور د سيالې سره د مينې نه هم خبر ؤ، او هغه سره ئې دا لوظ کړے ؤ چې کله ودان ډاکټر شي نو د سيالې رشته به هغه ته ضرور غواړي دا وخت هغه د خپل ورور د وادۀ پۀ حقله سوچونه کؤل. د ودان سبق نور ختم شوے ؤ، او هغه سره اوس د وادۀ ژمنه پوره کؤل وو…… ودان د ډېرې مودې پس کلي ته را روان ؤ. څلور كاله خو ددهٴ د كلي لاره د ترهه ګرو پۀ قبضه كښې وه او د هغوي د اجازت نه بغير مرغۍ هم الوت نه شو كولے او اوس څو ورځې مخكښې دا لاره د تګ راتګ دپاره ازاده شوې وه…. کور کښې هر څوک کۀ يو خوا د دۀ پۀ انتظار وو نو بلخوا د خوشالۍ نه په جامو کښې هم نۀ ځائېدل ځکه چې ودان ډيره موده پس کلي ته راروان ؤ. ودان هم خوشاله ؤ ځکه چې ودان په خپل کلي اولس هم مئين ؤ خو هغه ته څۀ پته وه چې د هغه دا خوشالي ډېره مختصره ده او ډېر زر به هغۀ نه د ژوند خوشالۍ وتروړلې شي.

    كلي کښې يو ناڅاپه ويرونه ژړاګانې شوې ،خبر راغے چې د كوز كلي خلقو ودان تښتولے دے . يو دوه اوونۍ خو هېڅ پته ونه لګيده…… او بيا ټيک يوه مياشت پس کلي والو د ودان پۀ وينو کښې خړوب مړے رادننه کړو، بادام لکه دلېونو چغې کړې . . .

    وروره دا چا؟ دا پۀ څۀ؟

    اؤ نن د مخالفې ډلې يو بل دپوهنتون زده کوونکے زلمے د بادام دکلي والو پۀ قبضه کښې ؤ اؤ خلقو چغې وهلې!

    هلکه بادامه راؤځه ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ د ورور بدل واخله . . .

    بادام چې دا غږونه واورېدل نو زړۀ ئې ودرزېدو، سترګې ئې اول سرې شوې اؤ بيا ور کښې غټې غټې اوښکې راغلې. د ودان سور کفن ئې مخې ته ودرېدو او زړۀ کښې ئې تېر شول کله به وي چې زۀ د ودان د وينو بدل واخلمه اؤ نن هغه ورځ راغلې وه.

    هغه چې دکور نه راووتو او د كوز كلي زلمے ئې د خلقو پۀ لاسونو کښې لکه دخوارې مرغۍ ګېر وليدو نو چغه ئې کړه…

    ښه نو تا زما ورور وژلے دے؟ د هغه دمخ نه اور ورېدۀ.

    نۀ نۀ كاكا۔ ۔ ۔ ۔ ما قتل نه دے کړے، زۀ خو دتماچې پۀ چل هم نۀ پوهېږم

    اؤ بيا بادام لکه دلېونو پۀ خړت خړت وخندل ۔ ۔ ۔ ۔ ايله اوس پۀ ګوتو راغلې. ظالمه زما ودان تاسره څۀ بد کړي وو هن!

    دخداے روي ومنه زۀ قاتل نۀ يم ۔ ۔ ۔ ۔ زلمي پۀ چغو چغووژړل .

    غلے شه، يو کس ورله پۀ تشي کښې يو سوک ورکړو— ودان خو هم د پوهنتون طالب علم ؤ، د هغه څه ګناه وه چې ستاسو خپلوخپلوانو ټوټې ټوټې کړو۔ ۔ ۔ ۔ او صرف پۀ دې چې د هغه لاره جدا وه.

    ماته هېڅ پته نشته زۀ بې ګنا يم ۔ ۔ ۔ ۔ زۀ خو کال پس پېښور نه راغلے يم.

    ګڼه ډېره زياته وه، کلي وال ټول ډېر پۀ قهر او غضب اخته وو د هر چا دا ارمان ؤ، چې يوه يوه ګولۍ د دې زلمي پۀ سينه کښې سړه کړي چې ثواب وګټي . د هغوي دا عقيده وه چې دمخالفې ډلې د سړي پۀ وژلو کښې ډېر ثواب وي. بادام به کله ځان ته کتل، کله به ئې پۀ تصور کښې خپل مړ ورور ودان ته کتل اؤ کله بۀ ئې هغه زلمي ته کتل اؤ کله به ئې قهرېدلي کلي والو ته ۔ ۔ ۔ ۔ دکلي والو دا يقين وشو چې بادام د ودان غم بې وسه کړے دے، هغه لېونے شوے دے، نور کله به ئې هر وخت د ورور د بدل خبرې کولې ولې نن چې د هغه پۀ وړاندې دمخالفې ډلې زلمے لاس تړلے ولاړ دے هغه کله يو څۀ وائي او کله بل څۀ ۔ ۔ ۔ ۔

    دګڼې نه يو بل درون قهرېدلے غږ پورته شو!

    هلکه بادامه که تۀ څۀ نه شې کولے نو کلي ته اجازه ورکړه چې هغه دې د ورور بدل واخلي.

    نۀ نۀ ۔۔۔! تاسو به بدل نۀ اخلئ ۔ ۔ ۔ ۔ بادام چغه کړه!

    زۀ به پخپله ددې زلمي وينه تويوم ..پخپله ۔ ۔ ۔ ۔!!

    نو بيا ډز کوه ۔ ۔ ۔ ۔! هن دا کلاشنکوف واخله ۔ ۔ ۔! ګورې څه له!

    بادام چې ټوپک وکتو نو زړۀ کښې ئې تېر شول ۔ ۔ ۔ ! ښه نو دا هغه ټوپک دے چې کوم ودان وژلے ؤ؟

    يا هلکه بادامه دا پۀ تا څۀ وشول ۔ ۔ ۔ ! يو بل قهرېدلے غږ پورته شو.

    راکړئ ماته زما د ورور قاتل— اؤ را کړئ دا ټوپک!

    زلمي يو وار بيا پۀ منتونو اؤ زاريو بريد وکړو— خو خلقو پۀ سوکانو او پۀ کنځلو غلے کړو.

    اوس پۀ غونډه کښې يوه ژوره خاموشي خوره شوه. کلي وال ټول پۀ تماشه وو، خوشے ځنګل ؤ، يواځې د هوا شغ شغ اؤ دکارغانو کاغ کاغ اؤ د زلمي نرے نرے فرياد اورېدے شو. پۀ يوه فاصله د كلي بامونه هم ښكارېدل چې پۀ سرونو ئې ښځې ولاړې وې. د هغوي زړونه درزېدل چې اوس به كومه يوه ښځه بوره کېږي ……د چا د زړۀ ټوټه به پۀ بارودو سېزلے کېږي …. زلمے لکه دتړلي پسۀ د بادام مخې ته پروت ؤ، يو کس ورباندې خوله وتړله او مخ ئې ورله پټ کړو او اوس خو څۀ دغضب خاموشي جوړه شوه چې دې کښې بادام پۀ يو وار څۀ کم دېرش ګولۍ د مشين نه وويستې پۀ فضا کښې دبارودو بوئي خور شو. خلق حېران دريان ولاړ وو د مخالفې ډلې زلمے ئې پۀ دوړې او لوګي کښې سهي کولو. بادام ټوپک وغورځولو، زلمے ئې پۀ غېږ کښې ونيولو اؤ پۀ بړق بړق ئې وژړل .

    اے خلقه، زۀ بل ودان نۀ وژنمه ……زۀ بل ودان نۀ وژنمه….. تاسو ځئ خواره شئ –او په زوره زوره ئې چغې کړې . . .

    “مابدل واخستو”

  • مطالعه او څېړنه د پوهې سرچينې دي (دوېمه برخه) – ډاکټر خادم حسېن

    مطالعه او څېړنه د پوهې سرچينې دي (دوېمه برخه) – ډاکټر خادم حسېن

    • د البرټ کاميو ‘دي پلېګ’ وباء:

    ‎فرانسيسي پنځګر، تخليق کار او اديب البرټ کاميو 1913 کښې الجيرز کښې زېږېدلے ‌ؤ او 1960 کښې مړ شوے ‌ؤ. پۀ 1957 کښې کاميو ته د ادبیاتو نوبېل جائزه ورکړې شوه. تر هغه مودې کاميو پۀ تاريخ کښې دوېم ځوان اديب ‌ؤ چې نوبېل جائزه ئې تر لاسه کړې وه.

    ‘‎دي پلېګ’ د کامیو هغه ناول دے چې د نړۍ او منطقې اوسمهاله دورې سره بېخي نزدې ورته والے لري. د دې ناول پلاټ کښې قرنطينه، د ښاريې تړل، ځانګړي روغتونونه، د جراثيمو وينځل، د مړو خلکو د پاره د کفن دفن جلا بندوبست، د معالجينو او د هغوي د مرستیالانو زحمت او مشقت او داسې نورې یادونې؛ برېښي لکه چې د اوسنۍ کورونا وباء انځورګري کوي.

    ‎ناول کښې ‘اوران’ د سمندر نه د یوې غونډۍ شا ته یوه وړوکې ښاریه ده. ښاريه کښې د ناول مرکزي کرېکټر ‘ډاکټر برنارډ ليوکس’ ته د مږو پرله پسې مړۀ کېدو نه د وباء ګمان کېږي. دغه وباء بیا انساناتو ته منتقل شي او ښاریه کښې د ورځې پۀ حساب پۀ سوونو نفوس مري. ښاریه وتړلې شي او د ډاکټر ليوکس پۀ تعقيبولو د ښاریې مقتدره د وباء نه د ژغورنې د پاره ګامونه پورته کړي.

    ‎ناول کښې د ښاريې د تړلو او د وباء د وېرې لۀ امله ټولنيز او اروائي بدلون پۀ دومره هنر انځور شوے دے چې لوستونکے ځان سره ‘اوران’ کښې لاس نيولے ګرځوي. لکه یو وار ډاکټر ليوکس داسې انګېري چې جهان کښې وباء او جنګ هغه دوه مړۀ کوونکي عوامل دي چې بیا بیا راګرځي خو بیا هم انسانان دا دواړه ناڅاپي ګڼي. ليوکس ګمان کوي چې تېره موده کښې نړۍ کښې د دېرشو غټو وباګانو لۀ امله احتمالاً شل ميلیونه نفوس مړۀ شوي دي. ناول کښې د وباء نه خلاصون د پاره د ډاکټر ليوکس، ګرانډ، جېن تارو او ډاکټر کاسټل نۀ ستړې کېدونکې مبارزه، د بشر د نوغي زغم، عاطفې ، قوي ارادې او د نورو انسانانو د پاره احساس مونږ ته څرګند مخې ته راولي.

    ‎د کاميو د دې ناول د قصۍ د متن تکنيک، د پلاټ رغښتونه، د کرېکټرونو پنځونه، د فکر ژورتیا او د بیان د سلاست بې ساري سبک د زدکړې غټه سرچينه ده. دا ناول پۀ وړومبي وار پۀ 1947 کښې خپور شوے ‌ؤ او پۀ وروستي وار وېنټېج انټرنېشنل پۀ 1999 کښې خپور کړے دے. د فرانسيسۍ نه دا ناول سټيوارټ ګلبرټ انګليسۍ ته ژباړلے دے.

    • ‎د عبدالله جان جمالديني ‘لټ خانه’:

    ‎د بلوچستان د نوموړي فرهنګپال عبدالله جان جمالديني پۀ اردو ژبه ليکلے د یاداشتونو کتاب ‘لټ خانه’ پۀ وړومبي وار پۀ 2002 کښې خپور شوے ‌ؤ او پۀ درېم وار سنګت اکېډمي کوئټې پۀ 2017 کښې خپور کړو.

    ‎دې کتاب بلوچستان کښې د روښانفکره فرهنګ پالنې او سیاست د تدرېجي ودې یو شمېر اړخونه روښانه کړي دي. پۀ بې ساري خوږ او پوست سبک کښې ليکلے شوے دا کتاب بلوچستان کښې د نولس سوه پنځوسم د عشرې نه را پۀ دې خوا د فکر، فرهنګ، ادبیاتو او د اولس دوسته سیاست د رڼا خورولو د پاره د هغه وخت د منورينو د ځوان کهول د بې لوثه ستړو او مبارزو زړۀ راکښونکے داستان مرتب کوي. دې کتاب پۀ ډېر زړۀ راکښونکي ډول بلوچستان کښې د بلوچو او پښتنو ګډ فرهنګي او روښانفکره سیاسي روایات پۀ ګوته کړي دي.

    ‎کتاب کښې ظرافت او زړۀ دړدوونکي یادونه څنګ پۀ څنګ غزونې کوي. د ځوانانو دغه ټولګي چې د سرکار ملازمت پرېښودو او د یو خونې د کرایه کور کښې ئې اوسېدل پېل کړل نو د کور نوم ‘لټ خانه’ کېښودے شو. بیا چې کله ئې د روزګار د پاره د یو دکان د خلاصولو د پاره صلاح مصلحت کول او هره خبره کښې به ئې دا یادونه کوله چې “في الحال به دا وکړو”، “في الحال به هغه وکړو” نو د دکان نوم ‘في الحال’ کېښودے شو.

    • ‎د حیات روغاني ‘نېنځک’:

    ‎د حیات روغاني ناول ‘نېنځک’ عربستان پښتو ادبي تړون پۀ 2012 کښې خپور کړے دے.

    ‎دې ناول یوه داسې موضوع سنجولې ده چې پۀ خپله ادعاء پر مختللې ټولنو کښې هم داسې موضوعاتو باندې تخليق کول د سرو مچو ګګ له لاس وړل ګڼلے کېږي. دې ناول هغه ساندې پنځولې دي چې پۀ یويشتمه پېړۍ کښې هم لا د درېم جنس یا ټرانسجنډر انسانانو زړونو کښې لکه د ليتکي نرۍ نرۍ غرغنډو کښې سا اخلي.

    ‎د دې ناول قصۍ کښې د راتلونکو واقعاتو تلوسه او سسپنس لوستونکے دومره ځان کښې رانغاړي چې د انتظار پرهرکوونکې شېبې زغملې نۀ شي. د قصۍ تنسته یا پلاټ یوه داسې تمثيلي بڼه لري چې لوستونکے د تخیل پۀ پرده ټول واقعات پۀ خپلو سترګو کښې انځور کولے شي. د قمرو او ناموس خان د مرګ نه وروستو به د هغوي د تي زوے څۀ کوي؟ د ميرګاټي د زیاتي نه وروستو به ځيرک خان اوس کومه لار خپلوي؟ کراچۍ ته رسېدو نه وروستو به ځيرک خان څۀ کوي؟ د ځيرک خان ترونه قدوس لالا او پانوس به څنګه غبرګون کوي؟ مابتۍ باندې به څۀ تېرېږي؟ دا او داسې بې شمېره سوالونه لوستونکے د ناول نه سر اوچتولو ته نۀ پرېږدي.

    ‎دې ناول کښې پۀ شلګونو کرېکټرونه دي. یو شمېر کرېکټرونه د ناول موده کښې طبعي تدريج سره وده کوي. ځيرک خان چې د څومره لوړو ژورو نه تېرېږي نو ورسره د هغۀ جثه کښې ‘زرکه’ پېغله کېږي. دغسې مابتۍ ‎د ځیرک خان د بېلتون د پرهرونو لۀ امله ورځ تر ورځه د اروائي بدلون څړيکو سره مخ کېږي. د قمرو ژوندے روح ورځ تر ورځه مابتۍ کښې د خپل ژوندون څرګندونه کوي. د پرځند کاکا، کاکوان، مېرابان او مدهو بالا کرېکټرونه هر څو کۀ وده نۀ کوي خو د بشريت د یو شمېر صفاتو سېمبولونه ګرځي.

    ‎ناول کښې د چاپېریال بې ساري انځورګري د ليکونکي د ژورې مشاهدې څرګندونه پۀ اغېزناکه ډول کوي. د ناول د چاپېریال انځورګري دا ښائي چې دې داستاني پنځونې د پېښور درې د یو کلي کړۀ وړۀ برڅېره کړي دي. ژوره مشاهده ځان د ژبې او تخیل پۀ نوي ترکيبونو او ناویاته هنداره کښې ښائي. “د بنېن سيخونه یو بل ته غاړې وتي وو”… “د بکیاڼې، شېوې او توت ښاخونو کښې چرګو قړتارے کوۀ”… “د ځول راتلو نه وړاندې لکه چې سيلۍ سا ونيسي”… “پۀ تندي ئې وړه غوندې ټيکه د پرخې د داسې څاڅکي پۀ څير پرته وه لکه چې د رڼا وړانګه پکښې دننه د خندا نه شنه ولاړه وي”… “نن پۀ وړومبي ځل سندره مجسمه شوې وه” او ناول کښې داسې نورې بې شمېره بېلګې دا څرګندوي چې حیات روغاني يواځې یو داستان نۀ دے پنځولے، بلکې د ژبې لمن ئې هم پۀ سمبولونو، نوو ترکيبونو او استعارو پراخه کړې ده.

    ‎ناول کښې د وخت پېژندنې د پاره د خارجي واقعاتو پۀ اساس او د شعور د لړۍ د تکنيک د کارولو پۀ واسطه لوستونکي ته اشارې ورکړې شوې دي. دې تکنيک کښې ليکونکي نه داسې بې ځایه اضافې شوې دي چې کله نا کله لوستونکي ته داسې ښکاري لکه چې یوه راکښلې تنسته کښې څۀ بې ځایه رېښي د بهر نه ټومبلې شوې وي. خو دې سره سره چې دې ناول کښې د موسيقۍ او رقص څنګه تعامل انځور شوے دے، هغه د دې ناول هنرمندي د نړيوال داستاني ادب پۀ قطار کښې ودروي.

    ‎کۀ یوه داستاني پنځونه او تخليق د موضوع د ځانګړتیا، د قصۍ د بې ساري رغښتنې، د کرېکټرونو د طبعي ودې، د مشاهدې د ژورتیا پۀ واسطه د چاپېریال د انځورګرۍ او د نوي ترکيبونو، استعارو او او سېمبولونو د ايجاد پۀ سوب د ژبې د لمن د پراخولو پۀ اساس د یو سبک ساز اثر او کلاسيکي تخليق بڼه مومي نو د حیات روغاني ‘نېنځک’ پۀ دغه ټولو شرائطو یو کلاسيک او سبک ساز تخليق ګڼلے کېدے شي.

    • ‎د استاذ صديق روهي ‘ادبي تحليلونه:

    ‎د استاذ محمد صديق روهي مرحوم پۀ تاريخ او ادبیاتو د مقالو، تهيسسونو او پلټنو د دغه ټولګې لټون او سمون سر محقق زلمي هېوادمل کړے دے. د استاذ روهي دغه کتاب ‘ادبي تحليلونه’ پښتو اکېډمۍ بلوچستان کوئټې پۀ 2016 کښې خپور کړے دے.

    ‎کتاب کښې د روښانیانو د نهضت پۀ څرنګوالي، د الفت ادبي بحثونه، د هجري نړۍ ليد، پښتو معاصر ادبیات او پۀ افغانستان کښې ئې انکشاف، د ‘تاريخ مرصع’ د ليکنې مېتود او د رحمان بابا پېغام باندې مهمې او بشپړې څېړنې ځاے کړې شوې دي. پۀ ‘سراج التواريخ’ او ‘پټه خزانه’ هم درې مقالې د دې کتاب برخه دي. پۀ کتاب د سر محقق زلمي هېوادمل د سريزې تر مخه کتاب کښې قديمه مقاله د 1975 ده او وروستۍ پۀ کښې د 1995 کال ده.

    ‎د ‘ادبي تحليلونه’ د لوست نه وروستو د د ګل باچا الفت پۀ حقله د استاذ روهي دغه څرګندونه پۀ خپله د استاذ پۀ څېړنو او سبک بېخي ټول پۀ ټوله منطبق کېږي. د استاذ روهي ‘تخصيصي پوهه پۀ یو خواږۀ سبک کښې داسې الونیا کېږي لکه کوچ پۀ شېدو کښې یا وېټامن پۀ خوندوره غذا کښې.’ دا کتاب د ادبیاتو او تاريخ د سستمېتک جاج پۀ ترڅ کښې د نوي حقيقتونو د انکشاف یو جدي بېلګه ده. د معلوماتو پۀ بهير کښې د ډلبندۍ تاکتيک کارول، د استدلال د بېلابېلو لړیو دقيق پېژندنه او بیا عمومي اصولو او پرنسيب درک کول د دې کتاب هغه علمي او فکري ورکړې دي چې اوسني ادب پوهان ترې ډېر څۀ زده کولے شي. زما پۀ اند د ادبیاتو او تاريخ محصلينو، متخصصينو او محققيقينو د پاره د دې کتاب لوسته اړین ده.

    • د سعد الدين شپون ‘د سمڅې یاران’

    د استاذ شپون ناول ‘د سمڅې یاران’ دانش خپرندویه ټولنې پۀ 2002 کښې خپور کړے دے.

    د دې ناول موضوع د جنګ نه وروستو د عصبي فشار او د هغې د اغېزې لاندې د ټولنيزو رشتو شلون او د اقتصاد زبون نه چاپېره چورلي.

    شپون صېب د دې ناول قصۍ او پلاټ کښې د کردارونو د پېښو او هغوي سره د تړلي چاپېریال د اظهار پۀ واسطه تخیل او واقعیت داسې نغښتي دي چې د مېتهیو ارنلډ پۀ اصطلاح “د لوستونکي بې باوري بېخي معطل کړي.” ډېر ځلې لوستونکے د کردارونو کړنو او د هغوي محيط کښې کلهم ورک شي.

    ‘د سمڅې یاران’ هم د هغه سبک څرګندونه ده د کوم د لوستې جریان کښې چې د لوستونکي مخې ته هم شپون صاحب اېغ نېغ ودرېږي چې دا ليکوال د شپون صاحب نه علاوه بل څوک نۀ شي کېدے. اولسي ژبه، د فولکلور لکه د لنډیو او ټپو، متلونو او چاربېتو داسې کارونه چې لکه پۀ تسبو کښې ئې غمي پېئلي وي. دې ناول کښې خو ئې لا د غني خان، رحمان بابا او حميد بابا پۀ زړۀ پورې شعرونه غمي کړي دي.

    ‘د سمڅې یاران’ د لوستونکي زړۀ هلته ارې ارې شي چې ملا عبد الرحمان وائي، “کمال خانه! مونږ د اصلي نامحرم د لاس شهيدان یو – هم محرم پېژنو او هم نامحرم.”

    د دې ناول د لوستونکي لاړې هله تېرې شي چې ډاکټر کمال ته د پاسپورټونو د تیارۍ خبر ورکړے شي او د تداوي نه وروستو وطن ته بیا د راستنېدو تاکيد ورته وکړے شي. دغه د لوستونکي زړۀ کښې د بیا ودانۍ د هيلې خوږه څړيکه پرېږدي.

    • د ارمان “کرکشن”:

    د جهاني داستاني ادبیاتو پۀ تهيورۍ او تحليل د سميع الدين ارمان فکر پاروونکے کتاب ‘کرکشن’ اعراف پرنټرز پېښور پۀ 2018 کښې خپور کړے دے.

    د اتلسمې، نولسمې او شلمې پېړۍ د غرب او پۀ خصوصي توګه اروپا کښې د داستاني هنر د شاهکارونو تدريجي پنځونه او تخليق ارمان پۀ بشپړه توګه دې کتاب کښې د معروضي څېړنې تول کښې اچولي دي او زړۀ پورې کره کتنه ئې کړې ده.

    ‘کرکشن’ کښې ارمان د ورجينیا وولف ‘سټريم اٰف کانشسنس’، د ارنسټ هېمنګوے ‘اٰئسبرګ تهيوريخ، د جارج اېرول ‘1984’، د فرانز کافکا ‘ميټامارفاسز’، د ګبريل ګارشیا مارکيز ‘د یواځېوالي یوه پېړۍ’، د مېلان کنډېرا ‘داستاني حکمت او جهاني داستاني ادبیاتو کښې د فاسټس یا فاوؤسټ بېلابېل مظهرونه’ پۀ قوي استدلال سنجولي دي.

    ‘کرکشن’ کښې ارمان ځينې اساسي سوالونه هم پورته کړي دي. لکه جهاني ادب کښې د جرمن فوک کردار فاوسټ یا فاسټس باندې د بحث جریان کښې د پښتو ژبې او ادب د قدامت یو محکم دليل د جرمن ژبې او ادب نه راوړي. دغسې پۀ ګارشیا مارکيز د تحليل پۀ وخت ارمان دا اساسي سوال پورته کوي چې د ادب پوهانو جواب ته اړتیا لري:

    “زۀ دا سوال پورته کوم چې د افغان وطن پۀ خاوره د ډيورنډ د ناولې کرښې د وجود نه را واخله تر ننه چې کوم جينوسایډ روان دے، دې ولې دا قسمه ادب و نۀ زېږوۀ؟ د جهاني کچ ليکوال ئې ولې را پېدا نۀ کړو؟ دا حالات د کولمبیا د فساداتو، د هند د وېش نه ډېر زیات ژور، ګهمبير، ظالمانه او طويل دي خو بیا هم پۀ نړيوال کچ، پۀ نړيوال ادب کښې د دې رسا ګواهي تر ننه نشته.”

    د ادب تهيورۍ سره تړلے یو بل سوال چې د ‘کرکشن’ متن کښې نغښتے ښکاري خو ارمان پرې بشپړه بحث نه ډډه کړې ده، هغه دا چې “د پنځګر او تخليق کار د ذاتي ژوند او د هغۀ/ هغې تخليق او پنځونې تر منځه څۀ اړيکې وي او کۀ نه؟ او کۀ وي نو څومره او څۀ رنګه وي؟” دا سوال تېره شوې پېړۍ کښې رغښتوالو او فارملستانو ډېر پۀ بشپړه توګه مطرح کړے ‌ؤ. د کتاب متن نه داسې برېښي چې ارمان د تخليق کار د ذاتي ژوند تجربات د هغۀ یا هغې پۀ تخليق خورا اغېزمن ګڼي.

    زما پۀ اند ارمان باید دې کتاب کښې د ټالسټائي ناول ‘وار اېنډ پيس’ او د ټالسټائي د هنر نظریه او د دستوفسيکي ‘کرائم اېنډ پنشمنټ’ هم څېړلے او تحليل کړے وے. هيله کوم د کتاب دوېم وار چاپ کښې به دې غاړې ته هم پام وکړي.

    د سميع الدين ارمان د ‘کرکشن’ لوسته د ادبیاتو محصلينو او پوهانو د پاره پۀ عمومي توګه او د پښتو ادبیاتو محصلينو او پوهانو د پاره پۀ خصوصي توګه اړین بولم.

    • د استاذ شپون ‘ادبي څېړنې’:

    د استاذ سعد الدين شپون کتاب ‘ادبي څېړنې’ د څېړنیار محمد اسحاق مومند پۀ زیار او هم د نوموړي سريزې سره مومند خپرندویه ټولنې جلال اباد پۀ 2020 کښې خپور کړے دے.

    ‘ادبي څېړنې’ کښې استاذ شپون پۀ خپل مخصوص سبک کښې پۀ بېلابېلو موضوعاتو لکه “د پښتو معاصر شعر ته یوه کتنه”، “ادبي نقد”، “د ادب تاريخ ليکنه”، “ژبپوهنه” او “د پښتو اولسي ادب ته یو کتنه” باندې پۀ زړۀ پورې بحثونه کړي دي.

    داسې ښکاري چې استاذ شپون مرحوم ادبیاتو او هنر سره تړلي پۀ ګڼ شمېر عناصرو او عواملو لۀ یوې مودې راهسې ژور تفکر کړے ‌ؤ او دغه تفکر ئې بیا پۀ یو بې ساري ابلاغي توان لوستونکو ته رسولو کښې بریالے شوے دے. کۀ چا هم د استاذ شپون ناولونه لوستي وي نو د دې نه به ارو مرو خبر وي چې د استاذ سبک اېغ پۀ نېغه لوستونکو سره پۀ ډېره عادي او سليس ژبه خبرې کوي. دغه سبک د استاذ د ادبي نقد دې کتاب کښې هم څرګند ښکاري. استاذ د ډېرې وچې او پېچلې موضوع پۀ بې ساري سلاست او هوارۍ لوستونکو ته د رسولو قدرت لري.

    د کتاب بيخي وړومبۍ برخه کښې استاذ ليکي،

    “کۀ کله وایو پلانکے شعر ښۀ دے او پلانکے بد دے، نو دا پۀ دوو دليلونو تحقيقي قضاوت نۀ دے:

    1. د ښۀ او بد حکم یو اخلاقي حکم دے، نۀ علمي.

    2. چې اخلاقي هم نۀ وي، ذوقي دے. یعنې زمونږ د ادبي ذوق پۀ محک سنجول شوے دے او ذوقي حکم علمي ارزښت نۀ لري.

    پۀ تحقيق کښې د ښۀ او بد او خوندور او بې خونده سوال نۀ دے، بلکې د شکل او محتویاتو د څرنګوالي مسئله ده.”

    یوه خبره چې باید استاذ ورته یو وار بیا کتنه کړې وے، دا ده چې کله استاذ د پښتو د معاصر شعر کوم ته چې هغه د پښتو د شعر د درېمې دورې وړومبۍ مرحله وائي، کره کتنه کوي نو د دې دور بېلګې هم د ‘سراج الاخبار’ نه راخلي او پېښور او کوئټه کښې پۀ هغه موده کښې د شعر تخليق لۀ پامه غورځوي. دا هم هغه مرحله ده چې پېښتونخوا کښې د اعليٰ شعر تخليق جاري ‌ؤ. فضل محمود مخفي، عبدالاکبر خان اکبر او خادم محمد اکبر د دې دور شاعران دي.

    د کتاب یو بله برخه کښې استاذ شپون ډېره د کار خبره ليکلې ده،

    “شاعر درسته دنیا د تخیل لۀ کړکۍ ګوري او دا کړکۍ دومره پراخه ده چې د کتونکي لۀ سترګو د نړۍ هېڅ ګوټ نۀ پرېږدي… د شعر او هنر سيمه بېله ده او د سیاسي او مذهبي عقېدې سيمه بېله. هنر یوه اجتماعي مؤسسه ده او د نورو اجتماعي مؤسسو پۀ څنګ کښې د بشر د تمدن کاروان پۀ مخ بیائي.”

    • د مرزا اطهر بېګ ‘غلام باغ’:

    د مرزا اطهر بېګ د 878 مخونو ضخيم ناول ‘غلام باغ’ سانجهـ پبليکېشنز لاهور پۀ 2012 کښې خپور کړے دے.

    د ‘غلام باغ’ قصه د پېښو د ترتيب رغوڼه نۀ لري. د پېښو بېلابېل اړخونه کله د موادو د ترتيب او کله د کرېکټرونو د عادي او غېر عادي حرکیاتو پۀ واسطه سپړدلے کېږي. د پلاټ پېچلتیا د ګڼ شمېر کرېکټرونو او د یو شمېر مکاني او زماني چاپېریالونو انځور ګرۍ بڼلې ده. د ناول موضوع پۀ بېلابېلو لړو کښې د نسلونو او قامونو د ارذلیت او افضلیت او د اساطيرو د خونديتوب د ټول نظام اساس او روایتي مفکورې نړول ځان کښې راغونډ کړي دي.

    ‘غلام باغ’، ‘سنمیال’، ‘مانګر جو’، ‘ګهونسلا’ (د ناول مرکزي کرېکټر ‘کبير’ چې کومه خونه کښې اوسي، هغې ته ‘ځاله’ وائي)، ‘ياور هاوس’، ‘سائکیاټرک وارډ’ او ‘غټ ښار’ ښائي د مکاني سېمبولونو معناوې څرګندوي. ‘نيلا رجسټر’ )اسماني رنګ کتابچه(، ‘د زړو کتابونو دکان’، ‘د ګلبرټ پۀ ارذل نسلونو کتاب’، د زړو درملو کتاب ‘ګنجينه نشاط’ او د ‘هاف مېن’ پۀ غلام باغ مقاله ښائي د متن د ماتولو د سېمبولونو پۀ توګه کارولے شوي دي. د متن د ماتولو یوه بېلګه د ناول د مرکزي کرېکټر کبير د یوې انګېرنې پۀ ډول داسې څرګندېږي:

    “پنځګر د ادبیاتو تخليق نۀ کوي. ادبیات پۀ ژبه کښې لکه د یو رمز نغښتي پراتۀ وي او د پنځګر تخليق کوي. پنځګر یوه اله شي. یو داسې درز شي چې د څۀ پۀ واسطه ژبه خپل بې قابو چپاوونه بېرون ته لېږي.”

    د ناول د پلاټ د رغښت د پاره بېلابېل تاکتېکونه لکه د شعور لړۍ، ډائيلاګ او د کردارونو انګېرنې کارولې شوې دي. ناول کښې د ګڼ شمېر کردارونو تخليق شوے دے او یو شمېر کرېکټرونه پۀ کښې اروائي او فکري وده کوي. وړومبے د هافمېن مرګ او پۀ پاې کښې د کبير قتل د دې نهائي ډولونه دي.

    غلام باغ د اسطوري څېړنې، د ژبپوهنې، لرغونپوهنې او ادب پوهنې ګڼ شمېر اړخونه لري نو ځکه د دې ناول مطالعه د لوے دقت غوښتنه کوي.

    • د بایزيد روښان ‘حالنامه’:

    پۀ موجوده ډول د اتۀ سوه مخونو کتاب ‘حالنامه’ علي محمد مخلص پۀ فارسۍ کښې مرتب کړے دے خو د حالنامې د ليک

    پېل برېښي هم د پير روښان د غورځنګ پۀ جریان کښې شوے ‌ؤ. پير روښان پۀ 1601 کښې پۀ حق رسېدلے ‌ؤ او د هغۀ کړوسے او د روښانیانو اخري خليفه عبد القادر د حالنامې تر مخه پۀ 1665 کښې پۀ حق رسېدلے ‌ؤ. د علي محمد مخلص پلار ابا بکر د پير روښان د زوي جلال الدين او د نمسي احداد د خلافت پۀ زمانه کښې د روښانیانو د لښکر یو نامتو قوماندان ‌ؤ. د حالنامې موجوده تاليف ډاکټر عبد القدوس عاصم پښتو ته ژباړلے دے کوم چې د پېښور پوهنتون پښتو اکادمۍ پۀ 2019 کښې خپور کړے دے.

    ‘حالنامه’ کښې د بایزيد روښان پۀ عارفانه اجتهاد او د شخصیت پۀ تدريجي وده باندې پۀ زړۀ پورې معلومات راغونډ کړے شوي دي. د پير روښان د سلوک مقامات ‘شريعت’، ‘طريقت’، ‘حقيقت’، ‘معرفت’، ‘قربت’، ‘وصلت’، ‘وحدت’ او ‘سکونت’ پۀ نثر او نظم دواړو کښې پۀ بشپړه توګه معارفي کړے شوي دي. د پير روښان د ټولنې د اصلاح د مفکورې مهم اړخونه او پۀ استخراجي او قیاسي بڼه د ملت د خپلواکۍ مبارزه ‘حالنامه’ کښې پۀ قصئيز سبک خوندي کړې شوې ده. د روښانیانو پۀ څلورو نسلونو د خور غورځنګ غورزې پورزې حالنامې پۀ خپل مخصوص سبک کښې ثبت کړي دي.

    ‘حالنامه’ د افغان وطن د پښتنې ټولنې د شپاړسمې او اوولسمې پېړۍ د کلتوري او ټولنيزو رشتو، د اقتصاد، سیاسي انتظام او ټولنيزو اروائي غوښتنو د پېژندګلو ستره منبع ګڼلې کېدې شي. هر څو کۀ د حالنامې د موجوده چاپ د پښتۍ عکس کوم چې ښائي د پير روښان پۀ ځاے د امير دوست محمد خان عکس دے، او د ژباړونکي ځاے پۀ ځاے خپلو یادونو باندې باید یو ځل بیا نظر واچولے شي.

    د ‘حالنامې’ چاپ د پښتو اکادمۍ پېښور او د اکادمۍ د ډائرېکټر ډاکټر نصرالله جان وزير د پښتنو علمي، فکري او تاريخي پنګې ته لویه ورکړه ده. پۀ ‘حالنامه’ د ډاکټر نصر الله جان تفصيلي مقدمه پۀ خصوصي توګه د لوستلو وړ ده.

    ‘حالنامه’ کښې ‘د پير روښان شخصیت او د روښانیانو مبارزه’ تر عنوان لاندې به زما تفصيلي مقاله کومه کښې چې ما د پير روښان د عارفانه، ملي او اولسي اړخونو د نورو سپړدلو زیار کړے دے؛ زما د را روان کتاب ‘ښکلا، ښکېلاک او بغاوت ‘ یو باب وي.

  • د شهيد هارون بلور دوېمه کليزه، شخصيت او يادونه – اشرف علي خان اېډوکېټ

    د شهيد هارون بلور دوېمه کليزه، شخصيت او يادونه – اشرف علي خان اېډوکېټ

    پۀ عمومي توګه د ټول پښتون قام تاريخ د جنګونو، ازمېښتونو، کړاوونو، تکليفونو، سختيو او امتحانونو نه ډک دے۔ کۀ څۀ هم پښتانۀ د سويلي او منځنۍ اېشياء ترمېنځه پۀ يو مهم مقام پراتۀ دي او زمکه ئې دا زرګونو کلونو راهسې نۀ صرف د تګ راتګ بلکې د تجارت پۀ شان مهم مد لپاره استعماله شوې ده۔ د خپل فطرت او عادتونو له وجې هم دوي ته نۀ صرف پۀ دې سيمه کښې بلکې د نړۍ پۀ کچ يو ځانګړے او يوستوے مقام ترلاسه دے خو لۀ بده مرغه د دې هر څۀ باوجود بيا هم دوي نن هم پۀ دې يوشتمه پېړۍ کښې در پۀ ديکې دي ۔ کۀ يو خوا د تېرو درې څلورو لسيزو راهېسې ن جنګونو او ترهګرۍ لمبو اوسېزل نو بلخوا ئې اقتصاد هم هغه شان وده و نۀ مونده څنګه چې پکار وه او يا د دوي حق جوړېدو۔ خو د دې هر څۀ نه زيات تاوان او زور چې پښتون قام ته کومې خبرې ورسولو هغه د ترهګرۍ اور دے۔ د ترهګرۍ دې بدرنګه، بې مخه او سپېرۀ اور زمونږ د منځ نه، نۀ صرف د ګل پۀ شان بلکې د کار خلق او ځوانان يوړل ۔ پۀ دې د کار خلقو کښې يو د عوامي نېشنل ګوند وياړ، د پېښور ګل او نر پښتون شهيد هارون بلور هم دے۔

    شهيد هارون خان بلور به تل زما او د ټول پښتون قام پۀ زړونوکښې ژوندے وي او ياد به ئې تل پاتې وي. زۀ هارون بلور د هغۀ وخت نه پېژنم کله چې هغه ايډورډز کالج کښې پۀ کال 1986ز کښې پۀ فرسټ ائير کښې داخل شو. د دې نه مخکښې ما چې د دې کالج نه F-A پاس کړو يعنې د 83 نه 85 پورې زۀ پۀ دې کالج کښې وم. پۀ 84 کښې چې کله زۀ پۀ سېکنډ ائير کښې وم نو دغه وخت د پښتون سټوډنټس فېډريشن تنظيم جوړ شوے ؤ . زۀ ئې جنرل سيکرټري کړم، شهيد شبير بلور ئې سينئير نائب صدر جوړ کړو او صدر ئې 4th Year نه صلاح الدين محسود جوړ کړو چې هغه دغه وخت موجود نۀ ؤ خو پير فياض علي شاه چې د پېښور کېمپس صدر ؤ۔ پير فياض علي شاه د دۀ نوم وړاندې کړو چې زۀ به ورسره خبره وکړم. دغه وخت صوبائي صدر ميا افتخارحسېن هم موجود ؤ.

    بيا راځو 84 او 87 ته چې دا زما د 3rd Year او 4th year وخت ؤ او د شهيد هارون بلور د فرسټ ائير او سېکنډ ائير وخت ؤ. پۀ دې دواړو کلونو کښې زۀ د کالج يونټ بلا مقابله صدر جوړ شوے وم او شهيد هارون بلور مونږ سره بحېثيت د يو ممبر/ کارکن کار کولو، دغه وخت دۀ سره د دۀ د ترۀ زوے غضنفر بلور هم کلاس فېلو ؤ. دا د مارشل لاء دور ؤ او پۀ کالج کښې د اسلامي جمعيت طلبه تنظيم هم موجود ؤ. دې تنظيم به کوشش کولو چې حالات خراب کړي او مونږ ته به ئې وخت پۀ وخت ښکرې اړمولې. دغسې د مارشل لاء خلاف به مونږ نورو جمهوري تنظيمونو سره پۀ شريکه جلسې جلوسونه کول، د جمهوريت او انساني حقونو پۀ ځاے کولو لپاره بۀ مو هلې ځلې او کوښښونه کول او ورسره ورسره به مو خپل نور ګټور سياسي، تعليمي او تربيتي پروګرامونه هم کول ۔ پۀ دې ټولو حالاتو کښې ما ته شهيد هارون بلور يو منفرد ملګرے ثابت شوے دے. هارون شهيد به نۀ صرف پۀ هره سخته نرمه کښې تنظيم سره کلک ولاړ ؤ بلکې هر وخت بۀ ئې هرې مرستې ته هم ملا تړلې وه ۔

    دغه وختونو کښې زمونږ تنظيم ډېر مضبوط ؤ او ډېر ملګري فعاله وو خو هارون بلور مونږ سره يو کم عمره، ډېر فعاله او ژوندے ملګرے ؤ. دے کۀ لۀ نورو داسې جدا ؤ نو منفرد هم ؤ، کۀ دا ووايو چې پۀ تعليمي، سياسي او انفرادي توګه ئې بيخي ځانله يو تشخص او شخصيت ؤ نو بې ځايه بۀ نۀ وي ۔ دا هر څۀ هسې نۀ وو ۔ هارون خان پۀ داسې کورنۍ کښې سترګې غړولې وې چې هغوي تحريک سره وابسته وو او د لوړ مقام او فعاله کورنۍ ؤ خو بيا هم هارون خان پۀ دې کورنۍ کښې د يو ځانګړي شخصيت مالک ؤ۔ د هغه ټولو ملګرو سره، مونږ سره، د کالج سټاف سره ښه روابط او د احترام او د مينې رشتې وې. د شهيد هارون بلور متعلق کۀ زۀ ډېر هم څۀ ووايم هغه به هم کم وي. د کالج پۀ وختونوکښې هغه مونږ سره پۀ هره يوه سخته او نرمه کښې ډېر پۀ مړانه او ثابت قدمه پاتې شوے دے. زمونږ نه پس ئې پۀ کالج کښې يو فعاله او مثبت رول ادا کړے دے او ملګري ئې يو موټے ساتلي دي.

    زما نه به دا خبره تر مرګه پورې هېره نۀ شي کله چې مونږ پۀ هاسټل کښې پراتۀ وو او د خپل 4th year امتحان تيارے مو کولو۔ زمونږ امتحان لېټ شوے ؤ او پۀ 18 فروري 1988ز کېدونکے ؤ. د جنورۍ يخه مياشت وه، مونږ به ناوخته اودۀ کېدو. سحر وختي د کمرې دروازه وډبېده او اواز راغے چې صدر صېب پاڅه بابا مړ شو. زۀ پۀ خوب کښې کلک ورغلے وم، اواز بيا راغے، زۀ نيم بېدار شوم او دا مې خيال راغے چې ډېره يخني ده څوکيدار بابا به د يخنۍ له کبله مړ شوے وي. خېر پۀ درېم ځل اواز کېدو سره زۀ پاڅېدم او د کمرې دروازه مې پرانسته ، بهر شهيد هارون بلور ولاړ ؤ. وائي صدرصېب باچاخان بابا وفات شو۔ بيا هغه درې څلور ورځې مونږ ټولو ملګرو د بابا سره تر جلال اباد پورې تېرې کړې خو د هارون خان دغه سحر وختي راتګ، د هغه دغه ور ډبول او د هغه دغه وېنا چې صدر صېب پاڅه بابا وفات شو به مې ټول عمر هېر نۀ شي، او د دې نه پس ژوند کښې چې به زما او د هارون بلور کله هم ملاقات وشو نو هغه به ما ته وې چې صدر صېب السلام عليکم.

    د هارون خان شهادت مونږ د يو خوږ ورور او ملګري نه محروم کړو او پښتون قام ئې د يو ډېر ښۀ مبارز او پۀ قام مئين ليډر نه محروم کړو۔ د هارون خان شهيد دغه خلاء بل څوک نۀ شي ډکولې.

    مرګ خو د شهيد دے پۀ شړنګار د سرو سرو تورو کښې

    ورکې کړه سلګۍ د ځنکدن پۀ بسترو کښې

    شهيد هارون بلور د ډېرو خوبو مالک ؤ. ډېر د کار هلک ؤ. تنظيم يعني پښتون سټوډنټس فېډرېشن سره ئې ډېره مينه وه او دغسې تنظيمي ملګرو سره به ئې هم ډېره مينه لرله. دا د 1987ز خبره ده کله چې زۀ پۀ څوارلسم کښې وم او د تنظيم صدر وم هارون خان پۀ دولسم کښې ؤ. دغه ورځو کښې پۀ مرغز صوابۍ کښې پارټۍ يو ثقافتي پروګرام منعقد کړے ؤ چې هغې له خان عبدالولي خان او بېګم نسيم ولي خان هم راغلي وو او دا پروګرام ماښام شروع شوے ؤ او د سحر پورې روان ؤ. ډېر خونده ور پروګرام ؤ، زۀ د هغې پروګرام نه ډېر متاثره شوم او ما ملګرو سره مشوره وکړه چې پۀ هغې کښې هارون خان هم شامل ؤ چې مونږ به د يوولسم او ديارلسم نوي راغلو ملګرو ته د هرکلي لپاره يوه غونډه کوو. خو چې دا غونډه مونږ د مرغز صوابۍ د پروګرام پۀ طرز وکړو او خپل مشر عبدالولي خان پۀ کښې را وبلو. پۀ دې هلو ځلو کښې هارون خان سره د خپلو ملګرو ډېرې ستړې وکړې او دا پروګرام مونږ ډېر پۀ کاميابۍ سره وکړو او يو تاريخي پروګرام ثابت شو. د ايډورډز کالج د طالب علمانو نه علاوه د نورو کالجونو ملګرو، د پېښور پوهنتون ملګرو، د پارټۍ مشرانو، خان عبدالولي خان، بېګم نسيم ولي خان، بشيربلور شهيد،حاجي غلام احمد بلوراو نورو ګڼو مشرانو پۀ کښې شرکت وکړو.

    د خان عبدالولي خان د تقرير نه پس د چاے وقفه وه او بيا ثقافتي او د موسيقۍ پروګرام ؤ چې ماسخوتن پورې روان ؤ. داسې ډېر پروګرامونه به چې کېدل پۀ هغې کښې به د هارون خان شهيد هلې ځلې ښکاره او څرګنده وې. زۀ چې د ايډورډز کالج نه فارغ شوم او پېښور پوهنتون ته راغلم نو لا هارون خان پۀ ايډورډ کالج کښې ؤ. زما به ورسره رابطه کېده. خپلې هلې ځلې ئې جاري وې. بيا د کالج صدر شو او تنظيم ئې ډېر فعاله کړو. خپل وختونه ئې پي ايس اېف لۀ ورکړي وو. ډېر دکار سړے ؤ خو عمر ئې کم ؤ. الله دې ورله جنتونه ورکړي.

    کۀ نن پۀ دې خاوره څۀ لږه ډېره د امن فضا قائمه ده نو پۀ دې کښې د هارون بلور شهيد پۀ شان د ګل ګل ځوانانو وينه شامله ده۔ سائل صېب ښکاري چې د داسې ځوانانو د قربانيو پۀ بنياد وئيلي چې ؂

    قيصه زما د مستقبل سائله

    چې شپه لري څنګ به سحر نۀ لري

    د هارون بلور يادونه

    غلام احمد بلور

    زما ورارۀ هارون بلور شهيد يو داسې ځوان ؤ چې ډېر پۀ کم عمر کښې د سياست پۀ رموزو پوهه ؤ۔ هغه يو لوستے هلک ؤ او خداے ورله ډېره پوهه ورکړې وه۔ هارون بلور شهيد د لوے زړۀ مالک ؤ او د ګولۍ نه هم نۀ وېرېدۀ۔ هغۀ د خپل شخصيت پۀ زور پۀ پېښور ښار کښې پۀ ډېره کمه موده کښې د خلقو زړونو کښې ځاے جوړ کړے ؤ او پۀ ټول پېښور کښې ئې ډېر زيات عزت او مقام ؤ۔ د هغۀ مرګ صرف زمونږ لپاره نه بلکې د سياست لپاره هم يو ډېر لوے زيان دے۔ د هغۀ د مرګ سره زمونږ د کورنۍ ډيوه مړه شوې ده۔ د هغۀ مرګ د عوامي نېشنل ګوند لپاره هم يو ډېر لوے نقصان دے۔ زمونږ د چا سره هم بدي نشته خو بس ګناه مو دا ده چې د تېر پنځوست کلونو راهېسې د ستر بابا باچا خان د لارې ملګري يو او ټوله کورنۍ د بابا پۀ لار روان يو۔ مونږ د ولي خان بابا، اسفنديار ولي خان او اېمل ولي خان د قافلې ملګري يو او تر مرګه به يو۔ زمونږ بله هېڅ ګناه نشته، بس ګناه مو دا ده چې د بابا د سترې کورنۍ سره ولاړ يو۔ د هارون خان بلور شهيد کمے خو نۀ پوره کېږي خو بس خداے دې مونږ ته صبر او هغۀ ته هغه جهان کښې لوے مقام ورکړي ۔

    ميا افتخار حسېن

    کله چې زۀ د پي اېس اېف صوبائي صدر جوړ شوم نو هارون بلور شهيد پۀ اېډورډز کالج کښې طالبعلم ؤ۔ هارون خان شهيد ډېر جزباتي او د ولولو نه ډک ځوان ؤ۔ ما ته به شهيد بشير احمد بلور اکثر وئيل چې هارون خان پوهه کړۀ چې ډېر د جزباتو نه کار نۀ اخلي۔ ما به کله به هم چې موقع وه، هارون خان پوهه کولو او دغسې پۀ دغه جوړ ما او هارون خان يو بل ډېر د نزدې نه وپېژندل ۔ ډېر منونکے، ادبناک او مينه ناک انسان ؤ۔ د هارون خان شهيد دا هم يو ډېره لويه خوبي وه چې د وړوکوالي نه ئې نۀ صرف د سياست سره شوق ؤ بلکې پۀ علاقائي، قامي او نړيوال سياست به ئې هم نظر ساتلو او پۀ حالاتو باندې د ځان پوهه کولو لپاره به ئې سوالونه هم پورته کول ۔ بس زمونږ بدقسمتي دا ده چې ډېر بې وخته لاړو۔

    اېمل ولي خان

    ما او هارون بلور شهيد يو ځاے کار کړے دے۔ مونږ دواړه پۀ يوه کابينه کښې پاتې شوي يو او د وروڼو غوندې مو کار کړے دے۔ پۀ هارون خان شهيد کښې د خپل پلار شهيد بشير احمد بلور پۀ شان خصوصيات وو۔ د هغۀ شهادت او مونږ نه د تلو اثرات کله هم ختمېدے نۀ شي، ختمېدل څۀ چې لا کمېدے هم نۀ شي ځکه چې غم ئې لا تازه دے۔ هارون خان د هر کارکن پۀ زړۀ کښې ژوندے دے، زمونږ پۀ زړونو کښې ژوندے دے او همېش لپاره به ژوندے وي ځکه چې هغه شهيد دے او د هغه نوم به تل لپاره روښانه وه۔ څنګه چې د بشير احمد بلور شهيد او د پارټۍ او د تحريک د نورو شهيدانو نومونه روښانه دي هم دغه شان به د هارون بلور نوم هم روښانه وي ۔ او دا به کله هم تت نۀ شي اود بابا د سوچ او نظرئې پۀ رنګ به دوي تل تر تله ژوندي وي ۔

    ثمر هارون بلور

    د هارون بلور شهيد پېښه مونږ لپاره ډېره لويه سانحه ده۔ زمونږ کورنۍ سره ډېر لوے ظلم شوے دے ۔ تر اوسه مونږ ته دا ؤ نۀ وئيلے شو چې هارون خان چا شهيد کړو۔ زمونږ دشمن پټ دے او غوښتل ئې چې مونږ مات کړي خو مونږ به کله هم خپل دشمن پۀ خپل ځان خوا يخي ته پرېږ نۀ دو او هم دغه وجه ده چې زۀ د شهيد هارون بلور پۀ ځاے سياست ته راووتم ځکه چې مونږ پۀ سياست او جمهوريت يقين ساتو او جمهوريت تر ټولو غوره انتقام دے۔ نن زۀ د خپل شهيد خاوند پۀ سيټ او ټکټ دا دے پۀ اسمبلۍ کښې ناسته يم او د خپلې پارټۍ او خپل قام خدمت کوم۔

    دانيال خان بلور

    کال دوه زره ديارلس کښې چې څنګه حالات وو، لکه زمونږ پارټۍ الېکشن بائېللے ؤ او حالات ډېر زيات سخت وو۔ نو هم پۀ دغه سختو حالاتو کښې شهيد هارون بلور د بشير خان شهيد نه پس پۀ پېښور کښې د پارټۍ ژوندۍ ساتلو لپاره هلې ځلې کولې او مونږ د دې ګواه يو چې هغۀ به پۀ ځان شپه او ورځ يو کړي وو او لګيا به ؤ۔ هارون خان شهيد يو ځوان ليډر ؤ او د خلقو ورسره ډېره مينه وه۔ خو لۀ بده مرغه څۀ قوتونه داسې وو چې هغوي نۀ غوښتل چې عوامي نېشنل پارټي دې دوباره پۀ خپلو پښو ودرېږي او هم دغه شان زما بابا ئې شهيد کړو۔ کۀ نن زما والد صېب ژوندے ؤ نو حالات به ډېر بدل وو۔

  • د قبائيلي ضلعو محرومۍ به لرې شي کۀ نه؟ – فهيم اپريدے

    د قبائيلي ضلعو محرومۍ به لرې شي کۀ نه؟ – فهيم اپريدے

    زما ياد شي نن هم، کله چې زۀ ماشوم وم، د درہ ادم خېل اېف آر پېښور پۀ يو وړه خو ډېره ښائسته درہ کښې، چې د جناکوړ حسن خېل پۀ نوم يادېږي، زمونږ کور ؤ، کور څۀ ؤ خو بس يوہ کوټه وہ چې زمونږ يوہ نيمه بيزہ به هم کله کله ”اېمرجنسي” حالاتو لۀ وجې زمونږ سرہ هم پۀ دغه کوټه کښې پۀ يوہ ستنه پورې تړلې شوې وہ ۔ انګڼ (صحن) د کوټې نۀ ورکوټے کۀ نۀ ؤ نو ډېر غټ هم نۀ ؤ، د ګرمۍ موسم کښې به مو مور دلته کټونه اچولي وو او ما ته به داسې ښکارېدہ چې دغه غرونه به درنګ ساعت کښې زما پۀ سر پراتۀ وي او ما به لۀ وېرې چغې کړې خو دې سرہ سرہ به زما يو ډېر لوے ارمان هم ؤ چې زۀ به کله د دې غر سوکې ته خېژم چې اسمان ته ګوتې يوسم ځکه چې تر هغې زما خيال بلکې مکمل ايمان مې دغه ؤ چې دغه اسمان هم پۀ دغه غرونو پروت دے۔

    زماياد شي چې پۀ اول ځل کله زۀ غرۀ ته ختم نو زما څۀ حال ؤ، ډېر پۀ شوق او ډېر پۀ تندۍ کښې زۀ د غر پۀ پراخه سينه لکه د يو ورکوټي مېږي پۀ بره روان وم، او کله چې زۀ د دې غر سوکې نه لس منټه فاصله کښې پاتې شوم نو لۀ ډېرې بې صبرۍ مې منډه کړه، څۀ د خپل حال لۀ ډېره اشتياقه او څۀ د لارې د خطر لۀ وجې مې برہ نۀ دي کتلي خو بس پۀ يوه منډه چې د غر اخري سوکې ته ورسېدم او د لاس سره سره مې سترگې پورته کړې نو حق حيران پاتې شوم، ما ته پۀ وړومبي ځل احساس وشو چې اسمان خو پۀ غرونو نۀ دے پروت، دا خو ډېر لرې او ډېر اوچت دے، زۀ نن هم نۀ پوهېږم چې پۀ دغه وخت زۀ حيران ډېر شوم او کۀ خفه.. ما خو وئيل چې بس دغه د غر سوکه دہ او بس بيا اسمان زما پۀ دسترس کښې دے.

    هم دغه کار زمونږ د قبائلي اولس سرہ هم وشو، ځکه چې نن د فاټا انضمام او پس لۀ انضمامه زۀ د خپل قبائلي وروڼو حال ته ګورم نو ما ته خپل د ماشومتوب دغه واقعه را ياده شي ۔ دوي هم پۀ دغه غر څۀ پۀ ډېره منډه ور وختل او لکه زما ئې اخوا دېخوا يا ښکته برہ نۀ کتل خو يوه منډه وه، يو ارمان ؤ، يوه تلوسه وه او يو د مودو خواهش ؤ، دوي هم جوړ زړۀ کښې وئيل چې خو بس دغه 25 م ائيني ترميم دے، د دې منظوري ده او بس د خېرہ بيا د دوي حدونه د اسمان وسعتونه دي ۔ د يو نيم سياسي جماعت او د قبائلي اولس د ځينې برخو ملکان يا هغه خلق چې کوم د سټېټس کو پۀ حق کښې وو د هغوي د مخالفت نه علاوه د اولس يوه لويه برخه، چې سرخېلان ئې طالبعلمان وو، د فاټا انضمام پۀ حق کښې وو۔ يو شمېر تنظيمونه وړاندې راغلي وو او بس روزانه يا دوه ورځې پس به يوہ مظاهره، يو لاريون او يا يو پرېس کانفرنس کېدو او هغې کښې به دغه رقم غوښتنې کېدې چې اېف سي ار دې ختم کړے شي او مونږ ته دې هم د پاکستان د نورو وګړو پۀ شان د وکيل، دليل او اپيل سره سره برابر حقوق، مراعات او دغسې نور سهوليات راکړے شي . دلته يوہ ضمني خبرہ بله مې پۀ زړۀ شوہ چې هغه ورځو کښې د قبائيلي مظاهرينو او يا د بعضې بعضې حکومتي مشرانو له خوا به چې ما ځينې خبرې واورېدې نو کله خندا او کله به ژړا ځکه راغله چې د خېبر پښتونخوا بندوبستي سيمو کښې تر دې چې ما ډېره موده تېرہ کړې وه او ما ته ئې نزدې نزدې ټول حال معلوم ؤ خو دغه خبرې اورېدو سرہ به ما ته داسې محسوسېده چې لکه د قبائلي سيمو نه علاوہ پۀ ټول ملک کښې د پئيو او د شاتو نهرونه بهېږي او بس من و سلويٰ دہ چې د دې ټول اولس سحر او ماښام نصيب کېږي خو بس يو د فاټا خوار اولس دے چې ترې پاتې دے۔ ددې خلکو ارمانونه ځکه هم لوئي وو چې دوي د مودو مودو راهېسې د تور قانون لاندې ژوند تېر کړے ؤ، ډېر کړاوونه ئې ليدلي وو او ډېرې سختې ئې تېرې کړې وې۔ ګناه به يو سړي کوله او سزا به ټول ټبر ته ملاوېده۔

    بهرحال چې څۀ هم وو پينځويشتم ترميم منظور کړے شو او دغه علاقې خېبر پښتونخوا کښې ورګډې کړې شوې خو پۀ يو داسې حال کښې او پۀ داسې طريقه چې بعضې بعضې خلقو سرہ دغه تشويش شو چې ‘دغه خلق’ اخر څۀ غواړي ځکه چې د حکومت اخري ورځ وه او هم پۀ دغه ورځ دغه ترميم منظور کړے شو ۔ د چا کۀ خوښه و اوکۀ د چا نه وہ ، کۀ څوک تيار وو او کۀ نه، کۀ څوک پوهه ؤ او کۀ نه، خو دغه ترميم لۀ ئې ووټ ورکړو، خېبر پښتونخوا اسمبلۍ نه بهر د يو سياسي جماعت کارکنان پۀ احتجاج وو، د پوليس سرہ نښتي وو او د اسمبلۍ دننه هم د دغه جماعت منتخب نمائندګانو دې ترميم لۀ ووټ ورکړو۔ نن چې د فاټا اولس حال ته ګورم نو يو ځل بيا حېران شم او پۀ دې سوچ کښې شم چې دوي هم لکه زما حېران ډېر دي او کۀ نه پرېشانه او پښېمانه، ځکه چې اوس د ډېرو اړخونو نه دغه اواز راځي چې د دې موجودہ سسټم نه خو هغه پخوانے نظام ډېر ښۀ ؤ، بعضې بعضې خو دا هم وائي چې بس مونږ لۀ دې هم هغه مقام بيا را کړے شي خو دغه ساده ګانو ته دا احساس نۀ کېږي چې پۀ کومه لارہ دغه 25 م ترميم منظور کړے شوے ؤ دوي سرہ هم د خپلې مرضۍ نظام لپارہ هم دغه يوہ لار دہ، هغه بېله خبرہ دہ کۀ چرې يو طالع ازما راغے او پۀ خپله مرضۍ او پۀ وچ ککړ زور ئې نور نور کارونه وکړل ۔

    نن کۀ لۀ باجوړہ تر وزيرستانه او لۀ اېف ار پېښورہ تر اېف ار ډي ائي خانه حالاتو ته مونږ وګورو نو دا د بهترۍ پۀ ځاے ابترۍ مخې ته تلي او لا هم روان دي ۔ څۀ د ترهه ګرو مهرباني او څۀ بيا د هغوي خلاف فوځي عملياتو له کبله دغه ټول وطن هسې هم ګډ وډ شوے ؤ خو ولې پۀ پښتونخوا کښې انضمام نه پس هم دغلته د ودانۍ پۀ ځاے د ورانۍ کارونه روان دي. کله پۀ باجوړ کښې دهماکه او کله وزيرستان، خېبر، کرمه او يا پۀ اورکزو کښې، پۀ دغه سيمو کښې نن هم د حکومت پۀ ځاے يا خو د ‘نامعلوم افراد’ راج ښکاري او يا هم د هغه پخواني اېف سي ار ۔ ټارګټ کلنګ هم د باجوړ او وزيرستان پۀ شان سيمو کښې يو وارې بيا پۀ جوبن کښې دے او خلق پۀ رڼا ورځ پۀ نخښه کېږي او څوک تپوس کولو واله نشته۔ کۀ يو خوا دا حال دے نو بلخوا داسې ښکاري چې تور قانون اېف سي ار اوس هم شتون لري او لا ختم نۀ دے۔ نزدې ورځو کښې د اياز وزير نومې يو تن د کور سنګسارکېدو او سوزولو پۀ حواله د قام د مشرانو فېصله يو لوے مثال دے کوم چې يواځينے نظير بالکل هم نۀ دے بلکې د دې نه وړاندې هم دغه قسمه کارونه شوي وو او د دې پېښې نه پس هم دغسي کارونه وشول. پۀ کال 2017ز کښې ضلع خېبر کښې پۀ مبينه توګه ترهه ګرۍ کښې ککړ د يو تن کور وران کړے شوے ؤ، دې نه يو کال پس پۀ ضلع مومند کښې د يو اجرتي کور مسمار کړے شوے ؤ او د اياز وزير د معاملې نه يو څو ورځې پس پۀ ضلع جنوبي وزيرستان کښې د قتل پۀ تور د يو تن کور لوټې لوټې کړے شو خو د اياز وزير معامله ځانګړې پۀ دې وجې ده چې پښتون قام پرست جماعت عوامي نېشنل پارټي د خپل کارکن پۀ شا ودرېده او د اېف سي ار حامي دغه خلقو ټول ارمانونه ئې پۀ سيند لاھو کړل. پۀ دې حقله د اسفنديار ولي خان او اېمل ولي خان نه تر شاهي خان او سردار حسېن بابک نه تر ثمر هارون بلور بي بي پورې کردارونه د ستائيلو وړ دي۔ دا هم مهمه ده چې د اياز وزير کور د ړنګېدلو نه بچ کېدل وړه نه بلکې يوه لويه تاريخي پېښه ده او د دې ټول کرېډټ صرف او صرف عوامي نېشنل ګوند ته ځي۔ دا هم دلته وئيل مهم دي چې پۀ تېر يو سل او درې څلوېښت کالو کښې دا وړومبے ځل دے چې د جرګې د فېصلې نه باوجود د يو چا کور بچ شو۔ دا چا وکړل؟ دا عوامي نېشنل پارټۍ وکړل، دا اتلسم ائيني ترميم وکړل، دا انضمام وکړل۔ خو افسوس پۀ دغه يوه خبره چې يو څو ورځې پس کوم کار چې د اياز وزير سرہ ونۀ کړے شو هغه د يو بل تن مقدر وګرځولے شو. پۀ کار وہ او پۀ کار دہ چې د ضم ضلعو د هر تن پۀ سر لاس کېښودے شي او د اېف سي ار دغه خونړۍ لوبه پۀ مستقل توګه بندولو لپارہ پاخۀ ګامونه واخستے شي. د ضم اضلاع اولس لۀ هم پۀ کار دي چې خپل پردے، خپل خېر خواه او خپل دښمن وپېژني او د هغو خلقو سرہ پۀ لار روان شي، د هغوي ملاتړ وکړي کوم چې د پخوا نه د پښتون اولس او د پښتنو پۀ خاورہ د امن لپارہ هڅې کوي. دغه خلق څوک دي، چا نه هم پټ نۀ دي. بعضې خلق د اے اېن پي پۀ تېر حکومت کښې د دهماکو او د ترهه ګرۍ پېښو نه سرټکوي خو دا سوچ کله هم نۀ کوي چې د دې خلقو اخر ګناہ څۀ ده او څۀ ده چې نور چا ته دومرہ او کپتاني ټيم ته بالکل هم څۀ ونۀ وئيلے شو او صرف دغه خلق پۀ نخښه کړے شو، اخر ولې؟ زۀ وايم چې پۀ کومه وجه دغه خلق اے اېن پي ته ګوته نيسي هم دغه د دې جماعت يو ډېر لوے کمال او کردار دے ګينې کۀ دوي معاهده کړې وه نو څوک وو چې دوي ته ئې لاس اچولے وے؟ خبرې ډېرې دي خو پۀ آخر کښې دغه يوہ خبرہ کوم کومه چې ما ته پۀ شروع کښې پۀ کار وه خو ځکه مي ونۀ کړه چې دا زما د کلي او زما د ماشومتوب پۀ ځاے د پېښور او زما د هلکوانۍ قيصه ده، زۀ چې کله داسې لږ لږ پۀ ښۀ او بد پوهه شوم نو د خپل نوم يا شناخت ‘ازاد قبائل’ به ما ته څۀ ډېر عجيبه لګېدو ځکه چې ما ته به پۀ يوہ لويه پنجرہ کښې ځان او دغه خپل قام او اولس قېد ښکارہ کېدو او اوس راته داسې ښکاري چې لکه څوک چې مې د دې پنجرې يا د حوالات نه سم سنټرل جېل ته بوځي. اوس را ته خپل قام (پاکستانے) قېدي او خپل وطن يوه لويه قېد خانه ښکاري. خبرې ډېري دي خو اخرہ کښې به دا ووايم چې زمونږ دغه کور، خېبر پښتونخوا، هم يو وخت کښې لکه د سابقه فاټا علاقه غېر وه او د نن نه څه يو سل اتلس، کم و بېش، کاله وړاندې انګرېز فېصله وکړه چې د دې مېن سټريمنګ پۀ کار دے، نو پېرنګے ولګېدو او 30,35 کاله کښې ئې دغه ډهانچه ودروله کومه چې نن پۀ خېبر پښتونخوا کښې د مختلف سرکاري دفترونو او ادارو پۀ شکل کښې پۀ نظر راځي او چې کله دا ھر څۀ تيار شو نو بيا ئې پۀ 1937ز کښې د دې صوبې (صوبه سرحد) باضابطه اعلان وکړو. زمونږ يارانو څۀ وکړل او څۀ کوي، ستاسو د وړاندې دي.

    پۀ يو وادۀ کښې مې د تيراه ذخه خېلو يو ملک ګېر کړو، ما ورته وې ملک صاحب دغه سرتاج عزيز وائي چې مونږ پۀ يوه يوه ايجنسۍ (هغه وخت انضمام لا پاتې وو) وګرځېدو او د قام مشرانو سره سره مو د ژوند هرې طبقې سره تعلق لرونکي وګړو نه تپوس کړے او د هغې پۀ رڼا کښې مو دغه سفارشات تيار کړي نو دوي تاسو نه هم تپوس کړے ؤ او که نۀ ھسې ګپ لګوي او دروغ وائي نو هغوي ووئيل چې نۀ. بيا مې ترې تپوس وکړو چې تاسو پۀ دې حقله څۀ وائي، وئيل پرېږده، ما وئيل نه کنه، چې ښۀ ډېر مې تنګ کړو نو ما ته وائي ” د دې خلقو ميثول داسې دو لکه وزہ (بکري) او دا دې سمي ووله داسې دي لکه ګډې نواهاں، وزہ پاس پۀ غرونو خېژي اوګډه مېدانۍ لۀ زور کوي نو دے مو او دے دغه خلقو سره نۀ شي.’ما ورته ووئيل ملک صاحب زمونږ کۀ شي او کۀ نۀ شي خو پرېږدئ ئې نۀ او ورګډوئ خو به يئ. خو حسب عادت ئې ځان غلے او دغه رنګ ئې زما نه ځان خلاص کړو.

  • د سور بېرغ ورځ – اېمل ولي خان

    د سور بېرغ ورځ – اېمل ولي خان

    خپلې موضوع ته د راتلو نه مخکښې خو اول ددې خبرې سپيناوے کول غواړم چې يو خو زما لپاره د وياړ خبره ده چې زۀ د باچا خان بابا په “پښتون” کښې ليک کووم او بيا دا هم وئېل غواړم چې زۀ ليکوال نۀ يم نو خبرې مې کېدے شي د ليکوال په شان نۀ وي او د سياست د يو طالبعلم په حېث په دغه موضوع درسره د سياستوال په شان وغږېږم ۔ د ملګرو حکم دے چې د عوامي نېشنل ګوند د جوړېدو د څلوردېرشم کال په ورځ پښتون کښې د ګوند د تاريخ او د ګوند پۀ هلو ځلو څۀ وليکم نو بس د دې حکم پۀ تعميل کښې زما ليک ستاسو د وړاندې دے۔

    د عوامي نېشنل ګوند د سياسي جدوجهد سرچشمه او الهام د فخر افغان باچا خان ژوند او جدوجهد دے۔ باچا خان پۀ خپل ژوند کښې همېشه د امن پسندۍ،عدم تشدد او پلورالېزم په اصولو کاربند پاتې شوے دے او خپل ژوند ئې د آزادۍ د حصول،ناانصافۍ،استحصال،جبر،غېر مساوي سلوک او ظلم خلاف په جدوجهد کښې تېر کړے دے۔ باچا خان او د هغۀ خدائي خدمتګارو د سويلي اېشيا د آزادۍ لپاره د انګرېزانو خلاف د هر اول دستې کردار لوبولے دے او نۀ هېرېدونکې مبارزې سره سره ئې بې شمېره قربانۍ هم ورکړې دي۔ دغه قربانۍ د خپل حق د غوښتونکو او د انصاف د لټوونکو لپاره يوه نېغه او ساده لار هم ده۔ باچا خان او د هغۀ ملګرو نۀ صرف د سويلي اېشيا او پښتنو د آزادۍ لپاره جدوجهد کولو بلکې د غربت، جهالت، فرسوده رواياتو او د غېر سياسي ذهنيت او رويو پۀ حواله ئې هم خپلې ستړې کولې۔ د خدائي خدمتګار تحريک هر غړے د معاشرتي او سياسي عدل پۀ طمعه ؤ او د هغوي خواهش ؤ چې ټول افراد او قومونه دې آزاد وي، پۀ امن وي او د نړۍ پۀ پرمختګ کښې خپل کردار ولوبوي۔ د باچا خان په نظريه کښې سياست او اولسي خدمت د يوې سکې دوۀ مخونه وو۔ د باچا خان د نظريې هم ددغه روح د ژوندي ساتلو لپاره عوامي نېشنل ګوند د خپلو مشرانو ( نېشنل عوامي پارټۍ) او ( نېشنل ډېموکرېټک پارټۍ) په شان سياست او د اولس خدمت د يوې سکې دوۀ مخونه ګنړي۔ لنډه دا چې د اولس د خدمت نه بغېر د عوامي نېشنل پارټۍ د سياست هډو تصور نشته۔ هم دغه وجه ده چې عوامي نېشنل ګوند د خپل منشور د روح مطابق د اولې ورځې نه د جمهوريت د ترويج، دغربت او جهالت د وېخ نه د وښکلو، د صوبائي خودمختارۍ،د بنيادي انساني حقونو د تحفظ، د هر مکتب فکر د جائز خواهشاتو د تکميل او د معاشرې د لاندې طبقې د بيا پورته کولو لپاره خپلې هلې ځلې او ستړې کوي او په دې سلسله کښې به د هېڅ يوې قربانۍ نه ډډه نۀ کوي۔ عوامي نېشنل ګوند څۀ کړي دي؟ عوامي نېشنل ګوند څۀ پروګرام لري او عوامي نېشنل ګوند د قام او وطن د پرمختګ لپاره څۀ پروګرام لري په دې به خبره کوو خو اول د عوامي نېشنل ګوند او دې سره د تړلي تحريکونو پۀ حواله خبره کول ضروري ګڼم۔

    په عامه توګه خو ذکر کېږي چې عوامي نېشنل ګوند د باچا خان د خدائي خدمتګار تحريک تسلسل دے، دا خبره هم داسې نۀ ده چې زۀ ئې غلطه بولم خو دلته مونږ پوره يو دور د باچا خان د تحريک اصلاح الافاغنه پرېږدو۔ باچا خان پۀ کال ۱۹۱۰ز کښې د تحريک اصلاح الافاغنه بنياد اېښودے وو او ددغه تحريک پۀ بنيادي مقاصدو کښې د پښتنو د معاشرې نه د غلطو رسمونو رواجونو خاتمه کول وو او بيا پښتانۀ چې پۀ هغه دور کښې نۀ صرف د تعليم نه لرې او غېر سياسي وو بلکې د نفاق او بې اتفاقۍ پۀ چړو هم ژوبل وو نو د تحريک اصلاح الافاغنه د لاندې به باچا خان پښتنو ته نۀ صرف تعليم ورکولو بلکې پښتنو له به ئې د خپلو حقونو په حواله سياسي پوهه هم ورکوله ۔ پۀ دغه تحريک کښې باچا خان سره د حاجي صېب ترنګزے په شان د آزادۍ لپاره جدوجهد کونکي هم ملګري وو۔ بيا کال ۱۹۲۸ز راځي او باچا خان تحريک اصلاح الافاغنه پۀ خدائي خدمتګار تحريک کښې بدلوي او خدائي خدمتګار تحريک د تحريک اصلاح الافاغنه د بنيادي مقصدونو سره سره نور مقصدونه هم ځان سره اخلي او دغه جدوجهد مخ پۀ وړاندې راځي او په اول ځل هم پۀ دغه کال کښې باچا خان د خواؤشا يو لک خدائي خدمتګارانو غونډه کوي۔ هسې خو د باچا خان او خدائي خدمتګار تحريک پۀ تاريخ پۀ سلګونو کتابونه ليکلې شوي دي او پۀ باچا خان تر اوسه شپږ پي اېچ ډيز هم شوي دي۔ هم دغه شان د باچا خان په ژوند قريبا ۴۴۰ کتابونه ليکلي شوي دي خو پۀ دغه مضمون کښې به مونږ ذکر د عوامي نېشنل ګوند د تاريخ کوو۔ خدائي خدمتګار تحريک د پښتنو پۀ سياسي پوهه کښې يو نۀ هېرېدونکے کردار لوبولے دے خو د انګريزانو برخلاف چې خدائي خدمتګارو کوم کردار ادا کړے دے هغه هم د تاريخ يوه ځلنده برخه ده۔ د پاکستان جوړېدو ورستو په کال ۱۹۵۵ کښې خدائي خدمتګار تحريک په پيپلز پارټۍ کښې بدل شو او بيا په ۱۹۵۷ کښې هم دغه خدائي خدمتګار تحريک پۀ نېشنل عوامي پارټۍ کښې بدل شو۔ نېشنل عوامي پارټۍ نۀ صرف د پاکستان ټول مظلوم قومونه پۀ يو پلېټ فارم جمع کړي وو بلکه د پاکستان د ماتېدو په وخت ئې هم د پاکستان د بچ کولو پوره پوره کوشش کړے دے۔ بيا هم د باچا خان د زوي او رهبر تحريک خان عبد الولي خان چې د پاکستان د ائين په جوړولو کښې کوم کردار دے هغه هم د نۀ هېرېدو دے او د ولي خان تخليق “باچا خان او خدائي خدمتګاري” دوېم ټوک د دغه دور پوره پوره عکاسي کوي۔ بيا د رياست لۀ خوا په نېشنل عوامي پارټۍ په ۱۹۷۵ کښې پابندي لګي او د نېشنل ډېموکرېټک پارټۍ په شکل کښې د باچا خان خدائي خدمتګار تحريک مخ پۀ وړاندې ځي او بيا په ۲۶ جولائۍ کال نولس سوه شپږ اتيا کښې د ولي خان په مشرۍ کښې عوامي نېشنل ګوند په وجود کښې راځي۔

    د عوامي نېشنل ګوند موجوده قيادت ته او بلخصوص ملي مشر اسفنديار ولي خان ته د باچا خان،ولي خان او خدائي خدمتګارانو نه څو څيزونه د خوبونو په شکل کښې پاتې شوي وو چې د هغې تعبير کول د ملي مشر اسفنديار ولي خان او د عوامي نېشنل ګوند د باقي پاتې قيادت ذمه واري وه۔ په دغه خوبونو کښې پۀ پاکستان کښې د پښتنو برخې يعنې صوبې لۀ خپل نوم ګټل، د پښتنو او د نورو محکومو او وړو قومونو په وسائلو د هغوي اختيار منل او لاس ته راوړل او امن وو۔ ملي مشر اسفنديار ولي خان او د هغه ملګرو يعنې د نن وخت عوامي نېشنل پارټۍ د خپلو مشرانو دغه خوبونو له په کال ۲۰۰۸ کښې داسې تعبير ورکړو چې نن هم د پاکستان مقتدر قوتونه نۀ پوهېږي چې اسفنديار ولي خان او د هغۀ ملګرو دغه خوبونه رښتيا کړي څنګه دي ۔َ هغه بېله خبره ده چې د دغه خوبونو د تعبير لپاره مونږ هغه قرضونه هم خلاص کړل کوم چې راپورې هم نه وو۔ نن کۀ صوبه سرحد ته پښتونخوا وئيلې کېږي نو هم دا د ملي مشر او د عوامي نېشنل ګوند د قيادت کارنامه ده۔ نن کۀ د پښتنو او د پاکستان د نورو محکومو او وړو قومونو په خپلو وسائلو قانوني اختيار شته دے نو هم دا د خدائي خدمتګارانو خوبونه وو او تعبير ورله ملي مشر اسفنديار ولي خان ورکړے دے۔ او بيا چې د امن لپاره مونږ څه کړي دي هغه زمونږ مخالفين هم مني،مونږ هم ډېر پۀ اسانه خپل پنځه کاله دور حکومت تېرولے شو او د ترهګرو په منظم کېدلو او د هغوي په کاروائيانو مو ځان شپېلے کولے شو خو مونږ داسې نۀ کولے شو او نۀ مو کول ځکه چې مونږ مونږ سره د خپل سبا غم ؤ، مونږ سره د خپل قام او بچو غم ؤ، مونږ سره د دې خاورې او پۀ دې خاوره د امن غم ؤ۔ هم دغه وجه ده چې مونږ پۀ ميدان ولاړ وو او د يوې قربانۍ نه مو هم مخ نۀ دے اړولے۔ مونږ ترهګر ستړې کړې دي خو زمونږ سينې نۀ دي ستړې شوې۔

    په کال نورلس سوه شپږ اتيايم کښې چې د کومې عوامي نېشنل پارټۍ بنياد اېښودے شوے ؤ مونږ د هغې په اغراضو او مقاصدو هم ډېر کلئير يو۔ عوامي نېشنل پارټي د هر قسمه تشدد،انتها پسندۍ او ترهګرۍ خلاف د يو واضح موقف سره ولاړه ده۔ د پارټۍ اجتماعي عقيده ده چې مکالمه او مذاکره د هرې مسئلې حل دے۔ عوامي نېشنل ګوند د جمهوريت د استحکام، د سياسي فکر د فروغ،د قانون د بالادستۍ او د انصاف د رسائۍ د ممکن کولو عهد او وعده کوي۔ پارټي به د امن،ترقۍ او آزادې معاشرې لپاره جدوجهد کوي۔ عوامي نېشنل ګوند د متعصابه قوميت،ګروپ بندۍ او عقيدې نه بالاتر د هر يو وګړي په حقونو يقين لري او د هر مکتب فکر د حقونو د تحفظ ضمانت ورکونکے ګوند دے۔ عوامي نيشنل پارټي د مذهب،رواياتو او رواج د غلطې تشريح هم مخالفت کوي او د پردو نه د نفرت،انتها پسندۍ او د ترهګرۍ په حواله د رويو هم کلکه غندنه او مخ نيوے کوي، دا خپل فرض ئې لوبولے او تل تر تله به ئې لوبوي ۔ عوامي نېشنل ګوند د باچا خان د انسانيت د وقار په نظريې عمل پېرا دے او دا سفر ئې جاري ساتلے دے او تر هغه وخته به ئې جاري ساتي چې تر کومه د بابا يو پېروکار سره هم دغه سرۀ جنډه په لاسو کښې ده۔

    عوامي نېشنل ګوند دا عقيده هم لري چې د دفاع،خارجه امورو،کرنسۍ،مواصلاتو او د مشترکه مفاداتو د کونسل نه علاوه دې ټولې محکمې د صوبو په کنټرول کښې وي او هم دا په اصل شکل کښې صوبائي خودمختاري ده۔ د دغه صوبائي خودمختارۍ لپاره به عوامي نېشنل ګوند خپلې ستړې جاري ساتي۔ هم دا رنګ په اتلسم ائيني ترميم کښې چې کومې محکمې صوبو ته راغلې دي دهغه محکمو د نورې مضبوطيا لپاره به هم ګوند خپلې ستړې، هلې ځلې او کوششونه جاري ساتي۔

    هم دغه رنګ عوامي نېشنل ګوند خپل يو لوے او جامع پروګرام لري۔ د نن ورځې د موضوع په مناسبت پۀ دغه لړ کښې سپيناوے ډېر ضروري ؤ ترڅو چې د ګوند په کارکنانو واضحه شي چې د عوامي نېشنل ګوند موجوده قيادت نۀ صرف د باچا خان او د هغۀ د خدائي خدمتګارو هغه پروګرام لا ژوندے ساتلے دے بلکې دهغه سپېځلو خلقو ډېرو خوبونو له ئې تعبير هم ورکړے دے۔ د سور بېرغ ددغه تاريخې ورځ په مناسبت عوامي نېشنل ګوند دا عهد هم کوي چې دغه تحريک به نور هم مضبوطولے شي۔ عوامي نېشنل ګوند د کارکنانو ګوند دے او د کارکن په خوښه به دغه پروګرام مخ پۀ وړاندې بوتللے شي۔

    د بېرغ ورځ مو مبارک شه او بايد چې پۀ دغه ورځ هر ملګرے پۀ خپل کور،دکان او دفتر د بابا د خدائي خدمتګارو دغه سور بېرغ ولګوي او د لوظ وکړي چې دغه تحريک به نور هم مضبوطوو۔

  • باچاخان ټرسټ اېجوکېشن فاونډېشن د نوي سحر پۀ تلاش – ډاکټر سهېل خان

    باچاخان ټرسټ اېجوکېشن فاونډېشن د نوي سحر پۀ تلاش – ډاکټر سهېل خان

    د باچاخان ټرسټ جوړول د سل کلن قامي تحريک هغه مرام ؤ چې بنسټ ئې د جولائۍ مياشت دوه زره درې کښې کېښودل شو. د انجمن اصلاح الافاغنه اولني فعاليت د تعليم او تربيت سره تړون لرلو. د کومې د مخه چې انجمن يوسل څلور ازاد سکولونه بېلا بېلو سيموکښې جوړ کړل. هم دغه وجه وه چې باچاخان ټرسټ هم د باچاخان متبادل تعليمي نظريې/ماډل پۀ رڼا کښې فېصله وکړه چې د باچاخان ماډل هائي سکولونه بېلا بېلو سيموکښې جوړکړي. د باچاخان ټرسټ شق اووم سب شق څوارلسم لاندې د “باچاخان ټرسټ اېجوکېشنل فاونډيشن” بنياد پۀ کال 2009ز کښې کېښودل شو. او تر دې دمه دغې فاونډيشن 17 باچا خان سکولونه جوړکړل. پۀ دې 17 باچا خان سکولونو کښې څوارلس پښتونخواه او درې بلوچستان کښې دي. د اېجوکېشن فاونډېشن مشري تردې دمه محمد رضا او ډاکټر خادم حسېن صېب ترسره کړه. او خپله خوله او زړۀ چاودنه ئې دې قامي تحريک او قامي مبارزې د پاره د تعليم د لارې ورکړه. پۀ دېرشم مۍ 2020 د فاونډېشن زوړ بورډ اف ډائرېکټرز تحليل کړے شو او نوے بورډ اف ډائرېکټرز جوړېدو نه پس اولني اجلاس کښې ځينې مهمې فېصلې وشوې چې لنډه خاکه ئې داسې ده.

    – د زوړ اېم ډي د استعفٰي نه پس د نوي اېم ډي د تقررۍ فېصله

    – د باچاخان سکولونو چلولو د پاره د باچاخان ماډل دجوړولو منظوري

    – پۀ هره ضلع کښې د باچاخان تعليمي ماډل رڼا کښې د انجمن اصلاح الافاغنه پۀ طرز د شلو ممبرانو انجمن جوړول

    – د باچاخان تعليمي ماډل رڼا کښې د اېجوکېشن فاونډېشن د پاره نوي قواعد و ضوابط جوړول

    – دباچاخان تعليمي نظام سکولونو چلولو د پاره جامع پاليسي او پلان جوړول.

    – د باچاخان سکولونو انتظامي امورو، نصاب، امتحاني جائزې او هم نصابي هلو ځلو نوې سرګرمۍ کول.

    – د خېراتي ادارې پۀ توګه د باچاخان ټرسټ اېجوکېشن فاونډېشن مخ ښکاره کول.

    – د باچاخان سکولونو مالي ستونزې هوارول.

    – فاونډېشن ته عطيه شوې زمکو باندې خپل سکولونو جوړولو د پاره منصوبه بندي کول.

    – د باچاخان ماډل سکولونو سټېټس د سېکنډري نه هائير سېکنډري ته اړول.

    د دغه ټولو مقاصدو د پاره به يوه بشپړه پاليسي او پلان د جولائۍ مياشت کښې جوړ کړے شي چې د قانوني ټيم د جائزې نه پس به بورډ اف ډائرېکټرز ته منظورۍ د پاره پېش کړے شي. دغه رنګ د اګست د مياشت نه وروستو به پۀ دغه پاليسۍ او پلان باندې عملي کار شروع کېدو ابتدا وشي.

    دا مهال د باچاخان سکولونو تفصيل دا دے:

    1. باچاخان هائي سکول نسته روډ،چارسده

    2. باچاخان هائي سکول هيرو شاه، ملاکنډ

    3. باچاخان هائي سکول توته کان، ملاکنډ

    4. باچاخان هائي سکول مينګوره، سوات

    5. باچاخان هائي سکول ګنديګار، دير اپر

    6. باچاخان هائي سکول چترال

    7. باچاخان هائي سکول پائينۍ، صوابۍ

    8. باچاخان هائي سکول نوتيه، پېښور

    9. باچاخان هائي سکول متهرا، پېښور

    10. باچاخان هائي سکول کوهاټ

    11. باچاخان هائي سکول کرک

    12. باچاخان هائي سکول ټل

    13. باچاخان هائي سکول هوسۍ، مردان

    دې سکولونو کښې د زده کوونکو تعداد دوه زره يوسل دے. د استاذانو تعداد يوسل پنځلس دے. د استاذانو ماهانه تنخوا او د سکول کرايه اتلس لکهـ روپۍ ده. دا هر څۀ ډېر مهم، تاريخي او وخت لوے ضرورت دے خو له بده مرغه باچاخان ټرسټ اېجوکېشن فاونډېشن د پاره دا مهال دا ټولې خرچې سر ته رسول يوه لويه ستونزه ده. کۀ د نړۍ پۀ کچ د دې سکولونو پۀ اهميت خبره کوو نو لکه د نمر روښانه ده چې اهميت ئې صرف زيات نه بلکې ډېر زيات دے ځکه چې دا سکولونه پۀ شعوري توګه ماشومان روزي او چې د تعليم کومه سمه لار ده، پۀ هغې ئې د تعليم پۀ کاليو سمبالوي ۔

    د قامي تحريک دا قامي کار او د غريبانانو او يتيمانانو ماشومانو فکري روزنه کول او هغوي د سماجي ژوند د پاره تيارول غټ مرام دے.قامي کارونه قامي سوچ او عمل غواړي . مونږ اميد لرو چې د قامي تحريک مينه وال به دا بوج پۀ شريکه وچتوي.

    کۀ دې منزل ته رسولے نۀ شي

    ټوپ کړه درياب ته سفينه ماته کړه

    چې د اشنا مخ پۀ کښې نۀ ښکارېږي

    دغه بېکاره ائينه ماته کړه

    مينه او درد چې پۀ کښې نۀ وي د بل

    ځيګر دې وشلوه سينه ما ته کړه