Category: ډاکټر خادم حسېن

  • د طورخم پۀ پوله بندېزونه او مقامي تجارت – ډاکټر خادم حسېن

     

    khadimhussain565@gmail.com

     

    د ښاغلي ډاکتر خادم حسېن دا مقاله اګاهو یوه دستوره کښې اورولې شوې وه. هغه وخت خېبر پښتونخوا کښې د ‘فاټا’ ادغام نۀ ؤ شوے ـــ هغه وخت ‘جنرل’ راحیل شریف ؤ ــــ هغه وخت لا ‘جمهوري’ حکومت ؤ او منتخب شوې اسمبلۍ وې.

    د اړونده موضوع پۀ لړ کښې د عوامي نېشنل پارټۍ د منشور نه یو دوه نکتې رانقل کول اړین ګڼم.

    1. اورکزئ ضلعې نه پرته ټولې نوې ضلعې پۀ ډيورنډ کرښه افغانستان سره ملاوېږي. دا ملاپ علاقائي تجارت د پاره د مقامي خلقو معیشت او اقتصاد کښې مهم کردار ترسره کولے شي؛ ځکه ګوند به هره ممکنه طريقه باندې طورخم، غلام خان، انګور اډه، خرلاچۍ، ارندو او ګرم چشمې باندې تجارت ته وده ورکولو د پاره نوې راهدارۍ پرانستو د پاره هلې ځلې کوي. )مخ (21
    2. ګوند به د ‘شمال مغربي تجارتي شاهراه’ جوړښت ته علمي شکل ورکوي چې د دې پۀ ذريعه به باجوړ نه د وزيرستان او ژوب تر لارې دا سيمې سي پيک سره منسلک کېږي. داسې به دا سیمې د پرېوانه تجارتي او اقتصادي سرګرمیو د پاره پرانستې شي.) مخ (21
    3. ګاونډي هېوادونو سره پۀ عمومي او افغانستان سره پۀ خصوصي توګه علاقائي تجارت ته پراختيا ورکول. د دواړو هېوادونو تر منځه د طورخم او سپين بولدک دا دوه موجوده راهدارۍ د تجارتي ودې د پاره ناکافي دي؛ ګوند به لږ نه لږې لس نورې راهدارۍ پرانستلو د پاره هڅې کوي. )مخ (24

    هیله چې لوستونکي به د ښاغلي ډاکټر خادم حسېن لیکنه د دغه پورته نکتو پام کښې ساتلو سره ولولي.

    .1 د طورخم د بندېزونو نوعيت:

    د ملکي او بېن الاقوامي ميډيا ترمخه پۀ مۍ 2016 کښې د پاکستان دولت د طورخم پۀ پوله خاردار تار غزول د دوي د وېنا مطابق لۀ دې امله پېل کړل چې د ترهګرو تقل و حرکت باندې بندېز راوستے شي. د افغانستان دولت پۀ دې منفي غبرګون ښکاره کړو چې پۀ نتيجه کښې ئې د پاکستان حکومت د طورخم پوله بنده کړه. د افغانستان د سفير د جنرل راحيل شريف سره ملاقات نه پس پوله خلاصه کړې شوه خو د خاردار تار غزونو باندې کار بند نۀ شو. د دې سره سره د وړومبي جون 2016 نه د وېزې او پاسپورټ بغېر پۀ پوله د تګ راتګ بندېز ولګولے شو. پۀ تېرو شوو وختونو کښې د طورخم پۀ پوله تګ راتګ پۀ مهاجر کارډ، د معالج يا هسپتال دستاوېزي ثبوت يا د محصلينو پۀ کارډ ممکن ؤ. د پېښور او جلال اباد تر منځه يو شمېر خلق متاثره شول. دا بېله خبره ده چې د طورخم د پولې د بندېز کوم علت د پاکستان چارواکي پۀ ګوته کوي هغې کښې څومره حقيقت دے. د درېو وجوهاتو پۀ بنا دغه علت مشکوک ګرځي.ــ

    وړومبۍ خبره دا ده چې د طورخم د پولې نه پرته پۀ سوونو نور کنډاوونه داسې دي چې د ترهګر تنظيمونو تګ راتګ پرې کېږي. دوېمه خبره دا ده چې تر اوسه د يو افغان هم پاکستان کښې پۀ ترهګرو پېښو کښې ککړتيا ثبوت نۀ دے موندے شوے. درېمه خبره دا ده چې د طورخم پۀ پوله تګ راتګ تر ډېر پخوا راهسې کېږي ځکه چې د پولې دواړو غاړو ته يو قوم چې يوه ژبه، يو دود دستور،يو مذهب او يو کلتور لري؛ اباد دي. نو هم دا اوس ولې د دې ضرورت پېښ شو؟ چرته داسې خو نۀ ده چې دغه بندېزونه د افغان طالبانو د مشر ملا منصور پاکستان کښې پۀ ډرون بريد کښې مړ کېدل 21) مۍ (2016، د امريکائي امداد پرې کېدل او د هند، افغانستان او ايران د چاه بهار لوظنامه 24) مۍ (2016 لۀ امله وي؟

    بلې غاړې ته خېبر پښتونخوا کښې پۀ افغان کډوالو يو شمېر قدغنونو سره دلته مېشته افغان کډوال يو شېر ستونځو سره مخ شو.

    2: د پاکستان او افغانستان ترمينځه تجارت:

    د پاکستان او افغانستان تر منځه عمومي تجارتي سرګرمۍ پۀ دوه قسمه دي:

    أ( دوه اړخيزه تجارت:

    د پاکستان او افغانستان تر منځه د دوه اړخيزه تجارت حجم تر 2012 پورې 2.50 بیلين ډالر ؤ. پۀ دې تجارت کښې زياته برخه هغه وه چې د طورخم د پولې دواړو غاړو ته د مېشت اولس تر منځه هم ؤ او د حکومتونو تر منځه هم. د دواړو هېوادونو د چارواکو تر مخه د دغه تجارت حجم پینځو کالو کښې 10 بیلين ډالر ته د رسېدو امکان ؤ.1

    کۀ څۀ هم د سړکونو خرابي، دسهولتونو نيشتوالي او عدم تحفظ دغه دوه اړخيزه تجارت ته ډېر زيان رسولو خو بيا هم د شرق غاړې ته د پېښور، نوښار او مردان سره سره د ټانک، ډي اٰئي خان، بنو، خېبر اېجنسۍ، کرم اېجنسۍ، شمالي وزيرستان او جنوبي وزيرستان او د غرب غاړې ته ننګرهار، خوست، پکتيا او کابل کښې د لکهاو اولسونو دنده روانه وه. د دې کال د مۍ نه راپۀ دېخوا دغه دوه اړخيزه تجارت د طورخم پۀ پوله دبندېزونو لۀ کبله پۀ څلورو کښې درې برخې راغورځېدلے دے.

    د دې لۀ کبله د پولې دواړو غاړو ته اباد اولسونه د يو غټې تجارتي او اقتصادي ستونځې سره مخ دي. داسې ښکاري چې کۀ يو خوا د پولې نه دواړه غاړه اولسونه د ترهګرۍ د لاسه مري نو بل خوا دغه اولسونه د اقتصادي قتل عام ښکار کړے شوي دي.

    د پولې دواړو غاړو ته د اتيا فیصده نه زيات د اولسونو انحصار پۀ دغه کاروبار ؤ. د دغه کاروبارونو يو څو مثالونه به بې ځايه نۀ وي.

    1. تېر کال څۀ د پاسه 76000 د برامدي سامان کنټېنرې چې پکښې دوائي، اوړۀ، سپېر پارټس، د عمارت سامان او سټېشنري شامله وه، د طورخم پۀ لار د پولې د شرق نه غرب غاړې ته اوړېدلي وو. تر مارچ 2016 پورې دغه کنټېنرې تر 30000 پورې رارسېدلې وې او درې مياشتې وروستو د دې تعداد تر 15000 پورې رارسېدلے ؤ.2
    2. د 24 جولائي 2016 د ‘ډان’ اخبار د يو رپورټ تر مخه د پولې شرق غاړې ته طورخم کښې امروزه د پینځلس زرو پورې خلقو پۀ هوټلونو کښې ډوډۍ خوړه. تقريباً څلوېښت پورې هوټلونه وو چې د غوښې، ډوډۍ، لرګي او مزدورانو پۀ لړ کښې ګټه وټه کېده. د طورخم پۀ پوله د بندېزونو نه پس د خوراک کوونکو دغه تعداد دوه زرو ته راکوز شوے دے او پۀ څلوېښتو کښې درې ویشت هوټلونه بند شوي دي چې تقريباً پینځه سوه خلق لۀ دې کبله بې روزګاره شوي دي.3

    بل خوا د ‘ډان’ د 29 جولائي د يو رپورټ تر مخه د طورخم پۀ پوله د بندېزونو لۀ کبله پۀ سوونو افغان مريضان لويو ستونزو سره مخ شوي دي.4

    1. پېښور کښې شخصي روغتونونو کښې به امروزه د دوه زره مريضانو علاج کېدو. دغه شمېر اوس دوو سوو ته راکوز شوے دے. دې سره د دوايانو خرڅ، د معالجينو روزګاراو د ټرانسپورټ تجارت ته بې کچه زيان رسېدلے دے.5
    2. پېښور کښې پۀ سونو شخصي سکولونو کښې پۀ زرګونو افغان محصلينو زدکړې کولې. د طورخم پۀ پوله د بندېزونو لۀ کبله دغه محصلين پۀ اسانه تګ راتګ نۀ شي کولے چې لۀ کبله ئې پۀ سلګونو محصلين دغه سکولونو نه خارج شوي دي. دې سره تعليم سره تعلق لرونکي څومره خلق بې روزګاره شوي دي.6
    3. د خېبر پښتونخوا چېمبر اٰف کامرس اېنډ انډسټري د رېکارډ تر مخه افغانستان ته د لوښو لرګو، د خوراکي څېزونو، د پلاسټک سامان، تېل او غوړي، سيمنټ، کولډ ډرنکس، فرنيچر، د بجلۍ او الېکټرانک سامان، سټيل، کېميائي سامان، د موسين لوښي، دوايانې او د متفرق سامان اوسطاً هر کال د درې نيم زرو نه واخله تر څلورو زرو کنټېنرې پېښور نه تلې چې پۀ درځنونو تجارتي کمپنۍ او پۀ سونو هوټلونو کاروبار روان ؤ. د مۍ 2016 نه را پۀ دې خوا دغه برامدي سرګرمۍ درېمه حصه هم نۀ ده پاتې شوې.

    ب( ټرانزټ تجارت:

    د پاکستان او افغانستان تر منځه د ټرانزټ تجارت لوظنامه پۀ 1965 کښې لاسليک شوې وه. پۀ 2010 کښې پۀ دغه لوظنامه نظرثاني وشوه چې پکښې د رېلوے سهولت هم شامل کړے شو. د دغه ټرانزټ تجارت پۀ وسيله د کراچۍ بندرګاه نه افغانستان ته د نورو ملکونو برامدي څيزونه ځي. دغه شان د افغانستان نه برامدي سامان تر واهګه پولې پورې ځي.

    د پاکستان او افغانستان جوائنټ چېمبر اٰف کامرس اېنډ انډسټري رېکارډ ښائي چې د کسټم د اندازې مطابق هر کال اوسطاً څلوېښت زره نه واخله تر پنځوست زرو پورې کنټېنرې د پاکستان او افغانستان ترمنځه تګ راتګ کوي. دغه ټرکونه او کنټېڼرې د پاکستان د کمپنیو وي. پۀ دې کښې د شپېتو فیصدو نه زيات د طورخم د پولې نه دواړو غاړو ته د اباد خلقو وي. د کراچۍ نه تر کندهاره او جلال اباده د يو ټرک کرايه دوه نيم لکه او څلور لکه وي. صرف دا کرايه يو کال کښې د 13 بیلين کلدارو تجارت کوي.7

    پۀ ځاے د دې چې پاکستان ډيوټي فري رژيم لپاره هلې ځلې کړې وے،لکه څنګه چې د هند او افغانستان او ايران او افغانستان تر منځه دے، پاکستان يو شمېر بندېزونه جوړ کړي دي؛ لکه د پاکستان پۀ ټرکونو امپورټ ټرېډ قيمت کښې اضافه، غېر مسلسل امپورټ ډيوټي، د ټرانزټ سامان بې ضرورته چېکنګ، بې منطقه کېش سېکورټي او د افغانستان پۀ ټرکونو د بارډر پاس ټېکس، زرعي ټېکس، پي ډي اے ټېکس، ميونسپل کارپورېشن سيس، پوليټيکل پرمټ ټېکس، نېشنل لاجسټک سِل ټېکس او ټرائبل ټېکس هغه ستونځې دي چې د ټرانزټ د تجارت درې برخې فائدې ئې ضائع کړې دي. د طورخم پۀ پوله د بندېزنو نه وروستو دغه ستونځې يو پۀ لس شوې دي.

    د ماهرینو او د خېبر پښتونخوا چېمبر اٰف کامرس اېنډ انډسټري مطابق کۀ د ټرانزټ دغه ټول تجارت کښې دغه ستونزې جاري وي نو زر ده چې د ټرانزټ دغه ټول تجارت به د چاه بهار بندرګاه ته واوړي او پاکستان کښې مېشت د پولې سره خوا کښې اولسونه به د اقتصادي مرګ سره مخامخ شي. پولې سره خوا کښې دغه اولسونه د پېښور، نوښار او مردان او خېبر ایجنسۍ نه واخله تر بنو، ټانک، ډي اٰئي خان، کرم ایجنسي، شمالي وزيرستان او جنوبي وزيرستان پورې خوارۀ دي. د طورخم پولې د بندېزونو اغېز به پۀ دغه ټولو سيمو پرېوځي. بلې غاړې ته ماهرين او ټول چېمبرز اٰف کامرس اېنډ انډسټري پۀ دې خبره ټينګار کوي چې نۀ صرف دا چې پاکستان دې د طورخم بندېزونه لرې کړي بلکې پاکستان دې سمدستي افغانستان سره د ترجيحي تجارت لوظنامه لاسليک کړي. د سياسياتو او بشرياتو ماهرين دا هم وائي چې کۀ دوه ګانډي هېوادونه تنازعات هم لري خو کۀ د پولې دواړو غاړو ته د يو قام اولسونه اباد وي نو د دوي ترمنځه دغه پولې غېر ضروري کېږي.

    .3 تجارت، کلتور او سياست:

    د طورخم پۀ پوله د بندېزونو لۀ کبله د پولې دواړو غاړو ته د تجارت د بې کچه کمېدل به لامحاله څو مهمې نتيجې راوړي.

    يوه مهمه نتيجه به دا وي چې د پاکستان او افغانستان تر منځه دوه اړخيزه تجارتي اړيکې به نورې خرابې شي. دغسې به پاکستان ته د منځنۍ اسيا د توانائي ذخيرو نه ګټه اوچتولو کښې غټ خنډان پېدا شي. دې سره سره به ‘شنګهائي تعاون تنظيم’ کښې دپاکستان رول د نيشت برابر شي. د پاکستان دغه رول کښې چې څومره کمے راځي هغومره به د منځنۍ اسيا، روس، ايران، چين او هند سره پۀ لوے کچ د اقتصادي اړيکو امکان کمېږي. دې سره سره به پاکستان پۀ سويلي او منځنۍ اسيا کښې پۀ سياسي او سټرېجيکي توګه يواځې والي غاړې ته ځي. پۀ منطقي توګه به د چين د سرمايه کارۍ او د ‘ټاپي’ او ‘کاسا’ پروژو کښې د پاکستان د ګټې امکانات کمېږي.

    دوېمه مهمه نتيجه به ئې دا راوځي چې د پولې دواړو غاړو ته چې قانوني تجارت کښې څومره کمے راځي، هغومره به غېر قانوني تجارت يعني سمګلنګ وده مومي. د مخکښې نه موجود د سمګلنګ بشپړ جال به نور توان مند شي. دغه سمګلنګ ګاونډي هېوادونو لکه ايران، منځنۍ اسيا او چين ته هم پۀ بشپړه توګه غزېدے شي. دې سره سره دغه سمګلنګ به پۀ لوے کچ د نشې څېزونو، د ګاډو او د انسانانو د تښتونې او د وسلو د کاروبار لوے شکل واخلي. کۀ داسې وشي نو دا به د سيمې هېوادونو لپاره لویې ستونځې پېدا کړي او ارومرو به د پاکستان دولت تر سيمئيز فشار لاندې راشي.

    درېمه نتيجه به ئې دا وي چې د طورخم پۀ پوله د بندېزونو لۀ کبله به د پولې دواړو غاړو ته د تجارت نيشتوالے به دغه اولسونه او دغه اولسونو سره د تجارت پۀ بڼه شريک نور اولسونه پۀ دې مجبور شي چې يو خوا دواړو غاړو ته تجارتي سرمايه کارۍ نه لاس واخلي او بلې غاړې ته د خپلو هنرونو او خدماتو عوض پۀ نورو مارکيټونو کښې لټول پېل کړي. زيات امکان دا دے چې دپولې نه د شرق غاړې ته اولسونه به د لاهور، فېصل اباد، پنډۍ، کراچۍ، دوبۍ او نورو خليج هېوادونو ته مخه کوي او د پولې د غرب غاړې ته اولسونه به ايران، هند او اروپا ته مخه کوي. د دې پايله به دا وي چې د اولسونو تر منځه کلتوري اړيکې کوم چې پاکستان او افغانستان ډېر پۀ مثبته توګه پۀ کار راوستې شي، به نورې وشلېږي. دې سره سره به د مهاجرت يو بله څپه د پولې د دواړو غاړو اولسونه د يو نامعلوم راتلونکي سره مخ کړي. بل خوا هم د دغه مهاجرت پۀ نتيجه کښې پۀ ګاونډي هېوادونو او د دنيا پۀ نورو هېوادونو کښې د ابادۍ د بدلون لويه ستونځه مخې ته شي.

    دا ډېر امکان دے چې د پولې دواړو غاړو ته د اولسونو تر منځه چې څومره څومره کلتوري اړيکې شلېږي، هغومره به د قامي شعور زيان مند کېدو سره سره د جهاني انتهاګر او ترهګر بشپړ جال د پاره لارې هوارېږي. د جنګ معيشت به پۀ مخکښې ځي او سيمئيز او عالمي هېوادونه به يو اٰتش فشا سره مخ کېږي. کۀ د دغه اٰتش فشا لاوا بهېدل شروع شو نو مخکښې نه موجود اور به نور پۀ غرغنډو شي.

    د( تجويزونه:

    1. د پاکستان او افغانستان تر منځه د ترجيحي تجارت لوظنامه د وخت ضرورت دے. دا لوظنامه چې څومره زر وشي، دومره به دواړو هېوادونو ته ګټه رسي.
    2. د طورخم د پولې دواړه غاړه اولسونه او د دوي تجارتي اړيکو سره تقريباً لس میليونه خلق تړلي دي ، د لس ميلیونه خلقو سماجي، اقتصادي او کلتوري ژوند کښې اړے ګړے د يو نوي طوفان پېش خېمه جوړېدې شي. د پاکستان او افغانستان دولتونه بايد د سټرېټيجکي مفاداتو د حصول لپاره دغه اولسونو نه د جنګ خشاک جوړ نۀ کړي. د فري ټرېډ رژيم پۀ ذريعه دې د دواړو غاړو اولسونو ته سهولتونه ورکړي چې د جنګ معيشت د امن معيشت ته بدل شي. دغسې به د پولې دواړو غاړو ته د غېر قانوني تجارت مخنيوے هم وشي.
    3. د طورخم پۀ پوله او دغسې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پۀ نورو کنډاوونو بندېزونه د ترهګرۍ لار نۀ شي نيوے. بايد چې پاکستان او افغانستان د ترهګرۍ مخنيوي لپاره پۀ ګډه تګلاره جوړه کړي. د پولې بندېزونه به د جنګ او ترهګرۍ اقتصاد ته وده ورکوي. بايد چې د پولې د دواړو غاړو د اولسونو تګ راتګ باندې قدغنونه اوچت کړے شي او د دې پۀ ځاے د ترهګرۍ مخنيوي د پاره مربوط استخباراتي نظام پۀ کارراوستے شي.
    4. د سيمې کلهم رياستونه او پۀ خصوصي توګه پاکستان چې بايد د پراکسي جنګونو نه لاس واخلي او د غېر رياستي وسله والو ډلو مرسته پرېږدي.

    References:

      1. Pak-Afghan Joint Chambers of Commerce & Industry.
      2. Muhammad, Peer. 2016. Pak Afghan Trade: Overview and trends.

    Conflict and Peace Studies. Vol. 8. No. 1

      1. Dawn, July 24, 2016. Travel Restrictions at Torkham hit restaurant business along border.
      2. Yousafzai, Ashfaq. Afghan patients hit hard by visa restrictions. Dawn July 29, 2016.
      3. Personal interview with Head of Rehman Medical Institute, Hayatabad, Peshawar on July 25, 2016.
      4. Personal interview with president of Private Schools Management Association on July 26 2016
      5. Muhammad, Peer. 2016 Pak Afghan Trade: Overview and trends.

    Conflict and Peace Studies. Vol. 8. No. 1

  • د ادغام مسئله – داکتر خادم حسین

    د ادغام مسئله – داکتر خادم حسین

    مونږ د انګرېزۍ ورځپاڼې DAWN پۀ مننه د دې لیکنې ژباړه خپلو لوستونکو د پاره دلته وړاندې کوو.

    د فاټا اصلاحاتو نفاذ د پاره د قومي کمېټۍ لۀ خوا د ملکي مالیاتي کمېشن پۀ قابلِ تقسیم پېسو کښې، راتلونکو لسو کلونو د پاره، د فاټا برخه متعین کولو او بېلولو پۀ اړه د خزانې وزارت ته ورکړے شوي هدایات د خواشینۍ وړ خبره ده. د دې اصلاحاتو نفاذ د پاره یادې کمېټۍ نور څلور متعلقه اړخونه لکه سیاسي، قانوني، اقتصادي او امنیتي ادارې هم پۀ ګوته کړې دي.

    هر څو کۀ د فاټا د اولس وړومبنے انتخاب، چې لس ګوندیز سیاسي اتحاد ئې هم پۀ ملاتړ ولاړ دے، د فاټا خېبر پښتونخوا کښې ادغام دے؛ خو ځینې کړۍ د فاټا د اولس او د هغوي پۀ ملاتړ ولاړ د لس ګوندیز سیاسي اتحاد لۀ خوا د ادغام دغه قابلِ عمل انتخاب د شک پۀ چاټۍ کښې شاربي. دې لړ کښې عموماً دوه تحفظات څنډلے کېږي ـــ وړومبے دا چې دې ادغام نه اګاهو دې د فاټا د اولس رایه واخستې شي؛ مطلب به ئې شاید دا وي چې اکثریت به د ادغام حق کښې نۀ وي ـــ دوېمه دا چې د فاټا مخصوص معروض او مزاج پام کښې لرلو او دلته د ریاستي ادارو د عدم فعالیت لۀ وجې باید د حکومتي عملدارۍ یقیني کولو د پاره یو ځانګړے بندوبست وشي.

    د فاټا د ادغام تر شا د کلک ملاتړ پۀ حقله څلور نشاندهۍ ډېرې مهمې دي:

    1. لس ګوندیز سیاسي اتحاد، چې د خېبر پښتونخوا او فاټا ټول اهم سیاسي ګوندونه پکښې اشتراک لري، د جمعیت د )ف( ډلې نه علاوه، ټول د دې ادغام ملاتړ کوي.
    2. کال دوه زره پنځلس 2015) ز( کښې، د فاټا څخه ټول پۀ ټوله نولس (19) د مرکزي اسمبلۍ غړو او سنېټرانو پۀ پارلېمان کښې مشترکه غوښتنه کړې وه چې د یو نجي بِل تر لارې دې فاټا پۀ خېبر پښتونخوا کښې ضم کړې شي.
    3. ټولې سرکاري او غېر سرکاري ارزونې (Surveys)، راپورونه او کمېشنونه دا حقیقت پۀ ډاګه کوي چې د فاټا اولس دروند اکثریت د ادغام مرسته کوي.
    4. د فاټا د اووۀ واړه ایجنسیو څخه فعالینو، سوِل سوسائټۍ، ټولنیزو ډلو او پوهانو، شاعرانو ادیبانو پۀ یو اېړ د ادغام پۀ حق کښې ګڼې مظاهرې، لاریونونه او احتجاجونه کړي دي.

    تر کومه چې د بل شک او شرط خبره ده، نو ډېر لږ تجزیه کاران او مبصرین به د خېبر پښتونخوا د انتظامی ضلعو او دوي سره د متصل قبائیلي ایجنسیو پۀ ثقافت کښې د پام وړ توپیر پۀ ګوته کړي. خو دا کوم فرق چې به ډېر پۀ ګرانه دوي پۀ ګوته کړے شي، دا هم د هغه استعماري انتظامي ځاندرې ورکړه ده چې د فاټا اولس ئې لۀ خپل وجوده شوکېدلي جدا ساتلي دي. د فاټا پۀ ادغام کښې نور ځنډ به د دې اولس د ستونزو او بدبختیو مزے نور هم وغزوي.

    د پاکستان پۀ بنیادي ادارو کښې د اصلاح او ترمیم ضرورت هر څوک محسوسوي. دې اصلاحاتو لپاره باید مقتدر قوتونه پالیسۍ کښې ستر بدلون ته غاړه کېږدي او ملک د یو “پوځي ریاست” نه “فلاحي ریاست” ته واړولے شي. دا یوه ډېره ناشونې او ناوړه مفروضه ده چې ګنې ملک کښې د رائج ائیني، قانوني او عدالتي نظام نه بېل اصلاح شوے انتظامي چوکاټ دې فاټا کښې لاګو کړے شي. د داسې ځانګړي اصلاح شوي انتظامي چوکاټ وکالت د اصلاحاتو د نفاذ لاره کښې د ځنډ یو بل عذر او تیارۀ مخې ته راوړي. د دې مطلب به دا وي چې د فاټا اولس به هم دغسې پۀ استحصال اډاڼه د یو فرسوده، غېر انساني نظام بندیان وي او فاټا به هم دغسې د نامعلومه وخت پورې د غېر معقوله جنګي عملیاتو ډګر او مورچه وي.

    اوس دا خبره غوڅه ده چې د حکومت او پاکستان ریاست سره د اېف سي اٰر د تور قانون مونډ ویستلو نه پرته بله لاره نۀ ده پاتې. پۀ سیمئیز، ملکي او نړیوال کچ مخې ته راتلونکي واقعات ډېر شدت سره فاټا کښې زر تر زره د انتظامي، عدالتي، سیاسي او اقتصادي اصلاحاتو غوښتنه کوي.

    د حکومت مقتدره ایوانونو کښې د فاټا اصلاحاتو پۀ اړوند پۀ هغه سپارښتنو، وړاندیزونو او مباحثو رڼا اچول ډېر مهم دي چې د لړمون نه ئې ګڼې معمې زېږېږي ـــ لکه چې وائي باید د قبائیلي سیمو رواج بِل (2017) د اېف سي اٰر ځاے ونیسي ـــ دا یو بیخي نیمګړے او ځان غولوونکے تصور دے چې ماتې او ناکامي ئې ځکه هم لۀ ورایه څرګنده ده چې دغه رواج بِل کښې ډېرې بې قاعدګۍ دي. لکه د فاټا ترقیاتي کونسل مشر به ګورنر وي نۀ چې وزیر اعليٰ چې دا خپله د ځان نفي کوي. دغسې عبوري دورې د پاره د چیف کوارډینېشن افسر یوه نوې عهده منځ ته راوړل به اولس کښې بدګماني پېدا کوي. پۀ فاټا کښې بلدیاتي انتخابات د دوه زره اتلس (2018) نه هم وروستو وړل به د دې سیمې د اولس ثقافتي سرګرمیو ته لېوالتیا، د ټولنیزو رویو ارتقاء او سیاسي عمل کښې د برخې اخستلو نور تحرکات ډب او شنډ کړي.

    د اصلاحاتو نفاذ او د ریاستي اصطلاح سره سم “قومي دهارا” کښې د فاټا ګډون د پاره تر ټولو غوره لاره د دې سیمو پۀ ائیني او انتظامي بنیادونو خېبر پښتونخوا کښې ادغام دے. کۀ چرې مقتدره قوتونه انتظامي، عدالتي او سیاسي اصلاحات هم وکړي خو د ادغام خبره یو اړخ ته پاتې کړي نو د ادغام نه بغېر به د دې کله هم مثبت نتیجې مخې ته رانۀ شي او دا به هسې پۀ یخه خېټه نېنې وریتول وي.

    ټولې قبائیلي ایجنسۍ د خپلو متصلو انتظامي ضلعو سره پۀ جغرافیائي توګه ډېرې جوختې او پۀ کلتوري توګه ډېرې نزدې او مماثل دي، خو خپلو کښې دومره مماثلتونه او نزدېوالے نۀ لري. پۀ شمال او جنوب کښې پرتې قبائیلي ایجنسۍ خپلو کښې هېڅ ډول مواصلاتي تړون نۀ لري او دا ټولې د خېبر پښتونخوا د انتظامي ضلعو څخه پۀ تېرېدلو یو بل ته رسي. د خوند خبره پکښې دا چې د اولسي ښېګړې ګڼې حکومتي ادارې هم فاټا کښې خپل فعالیتونه د خېبر پښتونخوا نه اجراء کوي. پۀ فاټا کښې تقریباً هماغه د نوکر شاهي )بیوروکرېسي( غړي کار کوي چې خېبر پښتونخوا کښې دي. دا ټولې نکتې مخې ته ايښودلو نه دا ثابتېږي چې د فاټا صوبې سره ادغام او دا سیمه پۀ مکمله انتظامي توګه صوبه خېبر پښتونخوا سره یو کول به لږ ډېر کړاو وغواړي یا به بیخي هډو څۀ ستونزه ونۀ لري.

    د فاټا خېبر پښتونخوا سره ادغام د پاره تر ټولو مهم دلیل دا دے چې دوي مشترکه پېژندګلو او شناخت لري. هم دا وخت دے چې د شناخت د مسئلې دغه جدي لانجه هوارولو د پاره باید زر تر زره د پاکستاني قبائیلو د شناخت تاریخي تېروتنه ترمیم شي او د پاکستان د پښتون پۀ پېژندګلو واړولې شي ـــ

  • [پښتنې ښځې او د قام خدمت] باچاخان فيلوز – نتاشه او خادم حسېن

    [پښتنې ښځې او د قام خدمت] باچاخان فيلوز – نتاشه او خادم حسېن

    د باچاخان ښوونیز بنسټ (باچا خان ایجوکېشن فا‌ؤنډېشن) دیارلسم سټډي سرکل  پۀ نهم ستمبر2017ز، د خالي پۀ ورځ د باچاخان ایجوکېشن فا‌ؤنډېشن هېډ اٰفس پېښور کښې تر سره شو. سټډي سرکل کښې د پېښور، چارسدې، مردان، ملاکنډ، دیر، ټانک، صوابۍ او فاټا فیلوز ګڼ شمېر کښې ګډون وکړو. پۀ دیارلسم سټډي سرکل کښې د بحث د پاره د ‌‌‌‌‌‌ډاکټر وقار علي شاه صاحب کتاب ‘پښتنې ښځې او د قام خدمت’ ټاکلے شوے ‌ؤ.

    ‎د دیر او د مردان فیلوز مراد خان او عقیله خدائي خدمتګار تحریک کښې د ښځو پۀ رول پۀ تفصیل خبرې وکړې. دوي ووئیل چې خدائي خدمتګار تحریک او د باچاخان ټولنیزه مبارزه د پښتون افغان سیمې یوه تاریخي مبارزه وه. دوي زیاته کړه چې باعزیمته ښځو یوې خوا ته ‘پښتون’ مجله کښې د لیکونو پۀ ذریعه او بلې غاړې ته پۀ جلسو جلوسونو کښې د ګډون پۀ ذریعه پۀ ټولنیز اصلاحي پروګرام او د ازادۍ مبارزه کښې د باچاخان او د هغۀ د ملګرو د زړۀ د خلاصه مرسته کړې وه. پۀ دې لړ کښې د کاکا صاحب سیده بشريٰ بېګم، د احمدي بانډې الف جانه خټکه او د مردان مجیده بېګم سره سره پۀ زرګونو تور سرو د قام او ملت د پاره بې درېغه قربانۍ ورکړې.

    ‎رسول بیټني سیاسي تحریکونو کښې د ښځو پۀ رول پۀ زړۀ پورې بحث وکړو. دۀ ووئیل چې تاریخ دا ښائي چې کومو سماجي او سیاسي تحریکونو سره ښځو ملګرتیا کړې ده، د هغه تحریکونو خپلو موخو تر لاسه کولو کښې د کامیابۍ شرح څو چنده زیاته ده. دۀ زیاته کړه چې د پښتنو قامي تحریکونو کښې ښځې نۀ هېرېدونکې ونډه لري. د میروېس خان هوتک د مور نازو بي بي نه واخله د پیر روښان د نږور بي بي علائي پورې او د مېوند د ملالې نه واخله تر الف جانه خټکه پورې ښځو قامي تحریکونو کښې بې مثاله مبارزه کړې ده.

    ‎د پېښور فېلوز وږمه فېروز او نادیه خان د پدرسرۍ یا دPatriarchy  )پیټریارکي( پۀ فکر او نظام خپل تفصیلي دریځ څرګند کړو. دوي ووئیل چې د پدرسرۍ نظام انساني تاریخ کښې زرعي او جاګیرداري دور کښې مخې ته راغے. دغه فکر پۀ دوه حوالو سره د بشر دوستۍ پۀ ضد دے ـــ یو دا چې دا فکر د انسانانو جنسونو کښې یو جنس نه څیز جوړ کړي او مخصوص ټولنیز رول ورته وټاکي. دوېمه دا چې د ښځو د ازادې ارادې د صلاحیت نه بیخي انکار وکړي. دوي زیاته کړه چې د صنعتي انقلاب راتلو سره چې کله مشیني تولیدات او لویې منډیانې جوړې شوې نو د محنت د پاره د ‌‌‌‌‌‌ډېرو هنرمندانو ضرورت پېښ شو او دغسې د ښځو پۀ حقله تصور کښې هم بدلون راغے. د پښتنو او افغانانو د خاورې ځائي تحریک یعنې خدائي خدمتګار تحریک پښتون افغان ټولنه کښې د پدرسرۍ پۀ غېر انساني فکر او نظام غټ ګوزار وکړو او د دې نظام جرړې ئې راوویستې. دوي پایې کښې ووئیل چې مونږ ته اوس دا کار پېښ دے چې څنګه د روایت او مذهب داسې تشریح وکړې شو چې ښځې او سړي اوږه پۀ اوږه د قامي خپلواکۍ او ټولنیز پرمختګ د پاره مبارزه وکړې شي.

    ‎ثناء اعجاز پۀ رسنیو کښې د ښځو پۀ عکاسۍ او نمائندګۍ بحث وکړو. هغې ووئیل چې جنس (Sex) فطري او حیاتیاتي وي او جنډر(Gender)  سماجي توګه باندې ټاکلے کېږي. هغې مخکښې ووئیل چې د ټیلیوژن ‌‌‌‌‌‌ډرامې، ټاک شوز، اشتهارات، نیوز سټوریز، فلم او چاپیزې رسنۍ پۀ واضحه ‌‌‌‌‌‌ډول د ښځو داسې عکاسي کوي لکه چې دوي انسانان نۀ وي. دوي داسې ښائي چې لکه څیزونه وي او ټولنیز او سیاسي سرګرمیو کښې برخه نۀ شي اخستې. ثناء اعجاز زیاته کړه چې ښځه د جنسي څیز، صنفي مارکیټنګ او جسماني توګه منفي شکل کښې څرګندولې کېږي. ښځې نه د کشش څیز جوړ کړے شوے دے. هغې ووئیل چې د ښځې دغه صنفي رول بدلېدے شي خو دې د پاره به پۀ ټولنیزه او فردي دواړو حواله مبارزه کول غواړي. ښځې لیکوالانې باید د ټېبو (taboo) ماتولو کار وکړي او سټېریو ټائپس (Stereotypes) پرانیزي.

    ‎د سټډي سرکل د ازاد بحث پۀ ترڅ کښې جمیله ګېلاني ووئیل چې خدائي خدمتګار تحریک د پدرسرۍ د ماتولو عمل تر ‌‌‌‌‌‌ډېره حده پۀ مخکښې وړے ‌ؤ خو چې کله راهسې ترهګرۍ د پښتنو پۀ خاوره یرغل کړے دے، هغې راهسې رجعت پسند قوتونو زمونږ ځائي کلتور چې کوم کښې د فعالیت ازادي وه، د منځه وړے دے.

    ‎ازاد بحث کښې طارق پښتونیار، عمران خان، جوهر خان‌ او عماد خلیل هم برخه واخسته. دوي ووئیل چې طبقاتي مبارزه او د صنفونو د برابرۍ مبارزه کښې باید توازن وساتلے شي. دوی زیاته کړه چې باچا خان یا خو پۀ جېلونو کښې ‌ؤ او یا بیا د پښتنو کوڅو کښې ګرځېدو. دوي دا هم ووئیل چې د ښځې نه د څیز جوړولو عمل د اعصابي وائرنګ پۀ ذریعه شوے وي او دا پۀ عمل کښې د لاشعور نه شعوري کچ ته راځي.  د دې ختمولو د پاره به پۀ عمل کښې یعنې پۀ کلتوري، سماجي او سیاسي سطح پۀ ټولتیزه توګه ماحول جوړول غواړي.

    ‎د سټډي سرکل پایې کښې د باچاخان ایجوکیشن فا‌ؤنډېشن مشر خادم حسین ووئیل چې د ‌‌‌‌‌‌ډاکټر وقار علي شاه کتاب ‘پښتتې ښځې او د قام خدمت’ پۀ ځانګړي تحقیق مشتمل کتاب دے کوم کښې چې د دې خا‌ورې د یو لوے تحریک او نهضت یو پټ اړخ څرګند کړے شوے دے. دا د ‌‌‌‌‌‌ډاکټر وقار صاحب پۀ ټولو پښتنو پۀ عمومي توګه او خدائي خدمتګار تحریک سره تړلو کارکنانو باندې پۀ خصوصي توګه لوے احسان  دے. دۀ ووئیل چې لکه څنګه چې خدائي خدمتګار تحریک د ټولنیز عدالت، قامي خپلواکۍ او د پدرسرۍ د منځه د وړلو د مبارزې ما‌‌‌‌‌‌ډل دے، دغسې دغه تحریک د موجوده دور د سیمئیزو او نړيوالو شخړو د هواري د پاره هم لوے ما‌‌‌‌‌‌ډل دے. دۀ زیاته کړه چې ننني دور کښې دوه لوي تصادمات پۀ نظر راځي. یو ته مونږ ستراتیژکي تصادمات وئیلے شو او بل ته ټولنیز او تهذیبي تصادمات وئیلے شو.

    ‎خادم حسین ووئیل چې د ‌‌‌‌‌‌ډاکټر وقار علي شاه د تحقیق نه داسې څرګندېږي چې خدائي خدمتګار تحریک پۀ وړومبي ځل پۀ بشپړه توګه د ښځو د شناخت منلو د پاره کلتوري فضا جوړه کړه، دوي ئې د خپلې ازادې ارادې د انتخاب برخمنې کړې، دوي ته ئې د سواد د حصول لارې ګودرې خلاصې کړې، او دوي ئې د ملکیت خاوندانې وګرځولې. د دې نتیجه کښې ښځو سړو سره اوږه پۀ اوږه د پښتنو د ازادۍ تحریک کښې مبارزه وکړه. د بشر دوستۍ، قامي خپلواکۍ ، د مکالمې او ډائیلاګ پۀ ذریعه د شخړو هواري، د زور زیاتي او کرکې نه ځان ساتل، د ټولنیز عدالت او انصاف او د خداے د پاره د خداے د عام مخلوق د خدمت دغه ما‌‌‌‌‌‌ډل د پښتون افغان اولس د پرمختګ، د سیمئیزې او نړیوالې سولې او انساني تهذیبي پرمختګ د پاره اوس مهال یو بل مشال ګرځېدے شي.

    ‎راروان سټډي سرکل د پاره اتم اکتوبر 2017ز نېټه وټاکلې شوه . دغه سټډي سرکل  کښې به د نصیر احمد احمدي پۀ ناول ‘بغدادي پیر ‘ باندې بحث کېږي.

    غزل

    اختيار الله اورکزے

    د انا د غرۀ پۀ سر باندې ولاړ دے
    دا سړے لوېږي، کمر باندې ولاړ دے
    سامعین ئې د زوال پۀ برید ولاړ دي
    مقرر لا پۀ ممبر باندې ولاړ دے
    ما ته ښائي زما خپل زاړۀ عکسونه
    سپين وېښتۀ مې پۀ ټټر باندې ولاړ دے
    تن مې پروت د بل وطن پۀ سرد خانه کښې
    روح مې خپل وطن کښې نمر باندې ولاړ دے
    بیا دا ستا د بې رخۍ مالګین باران دے
    بیا احساس مې پۀ خنجر باندې ولاړ دے
    د اختیار! باچا خاني ده مقدسه
    نمونځ ته هم پۀ خپل څادر باندې ولاړ دے