Category: ډاکټر خادم حسېن

  • Khadim Hussain, “Militancy and Pakhtun Code” – ژباړن: “پښتون”

    The News on Sunday, March 09, 2014

    عسکريت پسندي او “پښتونولي”

    د پوهانو تر مخه د اولس د يو ځانګړي ټولګي (group) پېژندګلو )شناخت(، نړيوال نظر، پۀ تخليقي او تصويري هنرونو (Arts) کښې راوړې شوې ځائي پوهه (wisdom)، د پېداواري صلاحيت تسلسل او د ټولنې خپل منځ کښې د اړيکو/ رابطو تعامل ته “کلتور” وئيلے شي. د يوې ټولنې د چاپېرچل (Ecology)، دغه ټولنه کښې د واقع کېدونکو بدلونونو (Demography)، تاريخي ارتقاء او معاشي تعلقاتو پۀ کلتور اغېز څرګند ښکاري.

    دغسې ‘توکم’ (Ethnicity) هم “د يو ټولګي پۀ کلتوري ځانګړتيا اډاڼه پېژندګلو ده چې دغه ‘ټولګي’ نه ‘اولس’ (people) جوړوي. د انسائيکلوپېډيا برېټانيکا تر مخه، کلتوري ځانګړتيا د ژبې، سندرې/ موسيقۍ، کړو وړو، فنون، ډول ډال، ادب، کورني ژوند، مذهب، رسم، خوراک څښاک، نامې ايښودو، اولسي ژوند او د مادي کلتور پۀ هنداره کښې څرګنډېږي.”

    يوه بله اصطلاح چې د ‘نسل’ (race) پۀ معنٰي کارولې کېږي، انسائيکلوپېډيا برېټانيکا وائي، “هغه ځانګړتياوې چې انساني نوغي د جسماني/طبيعي، خوي بوي او کړو وړو د توپيرونو پۀ سبب لۀ يو بل ځانګړو ټولګو کښې بېلوي، ‘نسل’ بلل کېږي.” خو پۀ يويشتمه پېړۍ کښې جينياتي څېړنو (genetic studies) پۀ حياتياتي لاملونه د نسلونو د ځانګړتيا امکان رد کړے دے او پوهان پۀ دې باوري دي چې ‘نسلونه’ پۀ پينځلسمه پېړۍ کښې د شروع شوو يورپي يلغارونو لۀ خوا پۀ کلتورونو اړولو منځ ته راغلي دي، چا چې پۀ خپلو مقبوضه قامونو مختلفې رويې او عقيدې ور تپولې وې.

    کۀ چرې مونږ پورتني تعريفونه پۀ پام کښې وساتو نو بيا د سياسي او سماجي ارتقاء د مفکورې او دې سره د تړلو نورو عواملو پۀ اساس د يوې ځانګړې ټولنې د کلتوري ځانګړتياو مونډونه موندلے او خبرې پرې کولې شو. د سياست بيانيه پۀ هر صورت کښې د حکومت/ واک، د اقتدار دعوې او د اولس نه اختيار تروړلو سره تړلې ده. دې حال کښې، بايد وګڼلے شي چې ټولنې د څېلمې ځانګړې دي، پۀ هره ټولنه د “بل” چا اغېز خامخا وي او دغسې مونږ کله هم يوې ټولنې ته “سوچه” (pure) نۀ شو وئيلے. مونږ يو کلتور، يو نسل او يو توکم هم د بل نه بايد غوره و نۀ ګڼو – دا ځانګړتياوې بايد د چاپېرچل، واقع کېدونکو بدلونونو، تاريخي ارتقاء او معاشي تعلقاتو ورکړه ومنو.

    پۀ يوه ټاکلې موده کښې د ټولنيزو رويو خصوصي حالت، معاشي تعلقات او اختيار ته د تسليمېدو روايت ته “تهذيب” وئيلے شي. نو مونږ دا وئيلے شو چې مختلف کلتورونه وجود لري او دا کلتورونه د انساني تاريخ پۀ مختلفو پړاوونو کښې مختلف تهذيبونه زېږوي، تخليقوي او بيا ئې د وخت تېرېدو سره د نوي سره تشريحوي.

    پښتانۀ هم لکه د نورو نسلونو او کلتورونو د سياسي، تاريخي، ايکالوژيکل او اقتصادي عنصرونو تر اثر لاندې خپل ځانګړتياوې لري. مؤرخين او بشر پوهان د پښتني کلتور دغه ځانګړتياو ته “پښتونولي/ پښتونواله” وائي. “پښتونولي” د خپل تشکيل پۀ عمل کښې د ګندهارا تهذيب رغولو د پاره پۀ نمرخاتۀ د اباسين )درياے سندهـ( او پۀ نمرپرېواتۀ د پارس تهذيب نه رنګونه واخستل. د پښتون نسل جرړې مونږ د پخوانيو زمانو څخه د تاريخي ارتقاء پام کښې ساتلو سره د پښتونولۍ پۀ جوړښت او ترکيب کښې د شوې ارتقاء نه د درېو پړاوونو جاج پۀ جاج اخستو مخې ته راوړې شو –

    د بايزيد انصاري (1585/1581-1525) “روښاني تحريک” پښتونولي د سياسي واک هڅې (political aspiration) سره وتړله او دې د پاره ئې يو فکري چوکاټ جوړ کړو. د پښتو تر ټولو وړومبنے نثري کتاب “خېر البيان” بايزيد انصاري ليکلے دے. دا تحريک چې د پښتونخوا جنوب کښې ئې سر پورته کړے ؤ، وخت تېرېدو سره زور ونيولو او منځنو سيمو ته خورېدو سره د پېښور دامانونو او د سوات ورشوګانو ته ورسېدو. تر دغې مودې مغل سلطنت جرړې نيولې وې. تاريخي شهادتونه دا حقيقت مخې ته راوړي چې د دې تحریک مونډ ويستلو د پاره مغلو د بايزيد انصاري د کلتوري او جمالياتي بيانيې مختورۍ او عسکريت پسندۍ نه کار اخستے ؤ.

    د “پښتونولۍ” دوېم پړاو د پوهان، شاعر او سردار خوشحال خان خټک (1689-1613) نه پېل کېږي. هغۀ د يو نابغه پۀ حېث د پښتونولۍ سماجي-کلتوري (socio-cultural) او سماجي-اقتصادي (socio-economical) ځانګړتياوې د سياسي اقتصاد سره وتړلې. د هغۀ “دستارنامه” تر ټولو زيات لوستے شوے کتاب دے. د پښتنو مختلفو قبيلو سره پراخه مکالمې او مشاورت د قبائيلي ذهنيت پۀ قامولۍ اړولو کښې کردار ادا کړے دے. هغه د پښتنو د اجتماعي سياسي-اقتصادي (politico-economics) ګټو د پاره د لارې سپړدلو جوګه ؤ چې پۀ منطقي توګه نېغ پۀ نېغه د مغل سلطنت سره متصادم وو. هغه د دې جوګه ؤ چې د پښتنو د ټولنې، اجتماعي نفسياتو، جغرافيې او کلتور نور اړخونه را وسپړي. مغل زورواکي اورنګزېب عالمګير هغه ونيولو او رنتهمبور کښې ئې بندي کړو.

    خان عبدالغفار خان (1988-1890)، چې د “باچا خان” پۀ نامه پېژندلے شي، د اجتماعي هلوځلو د پاره پۀ 1921 کښې جوړ “انجمن اصلاح الافاغنه” له لا پراختيا ورکړه او پۀ 1928 کښې ئې د “خدائي خدمتګار تحريک” بنياد کېښودلو. دې تحريک يو اړخ ته د خوشحال خان خټک د مفکورې سره سم د پښتنو کلتوري ځانګړتياوې د ګندهارا تهذيب د ځائي حکمت او شناخت سره وتړلې، بل اړخ ته ئې دا د جديد تهذيب سره مربوط کړو.

    دغه وخت برېطانوي ښکېلاک/ استعمار د افغانستان لۀ لوري د سر اوچتوونکي کوم ګواښ، چې وړومبے ئې د “زارِ روس” او بيا د “متحده سوشلسټ سويت رپبلک” (USSR) نه اندېښنه کېدله، د تمبولو د پاره د پښتونخوا يوه برخه د “فاټا” (FATA) پۀ نامه شوکولې وه.

    د نوابادياتي ليکوالانو لۀ خوا پښتانۀ د غېر مهذبه، وحشي، قانون نۀ منونکي او “جنګيالي نسل” پۀ توګه دنيا سره د معرفي کولو کار شروع شوے ؤ. د پښتنو پۀ اړه د دغه مغالطو پۀ مؤثره توګه منځ ته راوړلو کښې د اولف کېرو ليکلي کتاب “دي پټهان” (The Pathan, Olaf Caroe) لوے لاس لرلے دے. وروستو چې د يوې نسلي او کلتوري ډلې پۀ حېث د پښتنو ټولنه، کلتور او بشرپوهنه باندې پۀ ملکي او نړيوال کچ څومره کار هم شوے دے، د کېرو دغه خورې کړې مغالطې ئې “بنيادي مأخذ” ګرځولے شوے دے.

    خدائي خدمتګار تحريک )د کېرو ډوله ليکوالانو د مغالطو برعکس( د ټولنيز-سياسي، ټولنيز-کلتوري او ټولنيز-اقتصادي بدلون د پاره

    خپله بيانيه پۀ انساني وقار، تکثيريت زغمونکې اولسواکۍ، ځائي دانش )پوهه( او شناخت اډاڼه کړه. دې تحريک “پښتونولي” پۀ تېرو څو لسيزو کښې د ژوند پۀ هر اړخ د انساني تهذيب د کړې ارتقاء د يو پراخه او ګڼ اړخيز کوډ (code) پۀ توګه خپله کړه.

    خدائي خدمتګار تحريک دې ته ځانګړې پاملرنه وکړه چې شاعري، زېبا هنرونه، ادب، فنِ تعمير، موسيقي او نڅا )رقص( نن هم د “پښتونولۍ” نۀ شکېدونکي اجزاء دي؛ لکه څنګه چې پۀ تېرو څو پېړيو کښې ئې مونږ څرګند شتون وينو – هغوي دا خبره هم مخې ته راوړه چې کله هم پۀ نړيوال کچ پۀ “پښتونولۍ” اکېډيميا او رسنيو )ميډيا( کښې خبرې کېږي نو د دې ګڼ محرکاتو/ اړخونو (dynamic aspects) باندې سترګې پټولې شي.

    خدائي خدمتګار تحريک د عدم تشدد پۀ بنياد د خپلواکۍ او د هغه وخت د شمال مغربي سرحدي صوبې (NWFP) د پاره د سياسي اصلاحاتو لاس ته راوړلو پۀ غرض د زدکړې )تعليم(، کلتوري احياء او د ځائي ژبو، ادب او فنون د پرمختګ پۀ لار د سياسي اختيار حاصلولو د مرام د پاره د يو جديد تحريک ټول لوازمات خپل کړي وو.

    وروستو دې تحريک د شريک وفاقيت، داخلي خپلواکه اقتصادي چوکاټ او د اختيار او وسيلو غېر مرکزيت (decentralization) د پاره مبارزه وکړه.

    خدائي خدمتګارانو د پښتونخوا بېلابېلو سيمو کښې پۀ شلګونو ټولنپال (community-based) “ازاد” سکولونه پرانستل. هغوي کسب ګرو، هنرمندو او ښځو له پرېوانه نمائندګي ورکولو سره د خوي بوي، مذهبونو، حېثيتونو او ژبو تنوع ته هم ځاے ورکړو. خدائي خدمتګار تحريک پۀ پښتونخوا کښې د صنعت او تجارت پراختيا د پاره ځينې کسبونه او هنرونه هم معارفي کړل. دې سره هغوي پۀ ټولنيزو رويو کښې د مثبت بدلون راوړو سره د پښتونولۍ د نوابادياتۍ تشريح رد هم وکړو او قبائيلي انانيت له ئې هم پۀ جرړو ګزار وکړو.

    کله چې مونږ پاکستان او پښتنو سيمو کښې مذهبي عسکريت پسندي د پښتونولۍ سره پرتله کوو نو وينو چې د عسکريت پسندۍ د بيانیې هېڅ رګ د “پښتونولۍ” نه راوتلے نۀ دے – د مذهبي عسکريت پسندۍ بيانيه، ستراتيژي او د واردات کولو طريقه د پښتونولۍ او خدائي خدمتګارۍ د مفکورې، تګلارې او لائحې سکوټ مخالف او متضاد دي. د پښتونولۍ او خدائي خدمتګار تحريک مخالفت کښې د انتها پسندۍ بيانيه تسلسل سره د انساني وقار، تکثيريت او ځائي بيانيې او جديد انساني تهذيب رد د اخلاقي، مذهبي، فرقه ايز او قام پرست جذباتو د تورن کولو تر لارې کوي.

    عسکريت پسنده بيانيه د علم، تحقيق او تخليق نه د کرکې جذبات لري. د دغې بيانيې پۀ نتيجه کښې د تکثيريت ردوونکي، جدت ته سپک کتونکي او د اظهار رايې د ازادۍ مخه نيوونکي ذهنيتونه زېږوي – دې تناظر کښې دا خبره هډو پټه پناه نۀ ده چې مذهبي عسکريت پسندو ذهنونو د پښتنو تاريخي حوالې او ورثې )د بدها مجسمې، مزارونه او اثار( ړنګې کړې، پښتانۀ سماجي مشران ئې پۀ نخښه کړل، پښتانۀ شاعران او سندرغاړي ئې وځغلول، پښتانۀ هنر مند ئې ووژل، ځائي رقص او هنرونه ئې بند کړل، پۀ زور ئې د اولس ځائي ژوند ژواک بدل کړو او هر چا چې د خدائي خدمتګار تحريک سره تړون لرلے دے، هغوي ئې ختم کړل.

    عسکريت خوښې شبکې هڅه کوي چې پښتانۀ د دوي تاريخ، ځائي قامي بيانيې نه وشوکوي او نړۍ نه ئې ځان له کړي.

    روښانفکره سیاست، مکالمه او سیاسي لهجه

    ‎روښانفکره سیاست د خپلواکۍ او اولسواکۍ غاړې ته قدمونه اخستل وي. ‎د دې قسمه سیاست د پاره مفکوره، اصول، تړون، تنظیم او ابلاغ یا رسنۍ د بنیادي شرائطو حېثیت لري.

    ‎روښان فکره سیاست پۀ عقل، دلیل او مباحثه ولاړ وي؛ پۀ جبلت او جذباتیت نۀ. ‎دا سیاست یو اوږد سفر دے او کله کله پۀ پیړیو پېړیو جریان لري، نو ځکه داسې قسمه سیاست کښې د مایوسۍ او زړۀ ماتي د پاره ځاے نۀ وي. زغم، صبر او حوصلې سره سره پۀ مستقله توګه د مکالمې د پاره ګنجائش پېدا کول د داسې قسمه سیاست مهم اړخونه دي.

    ‎ دداسې قسمه سیاست ابلاغ او ژبه نۀ سپکه وي او نۀ پېغورژنه؛ ځکه چې پېغور او سپکاوے د مکالمې ګنجائش ختموي. البته مزاح او طنز کله کله د یوې نکتې د وضاحت د پاره کارولے شي. سپکه سپوره او پېغور د جبلت او د جذباتیت د سرچشمې نه راوځي. د دې نه راوتي لفظیات، محاوره او لهجه نوره هر څۀ کېدې شي خو سیاسي ژبه نۀ شي کېدې.

    ‎د اٰرمي چیف د توسیع معامله د سویلین او پوځ د اختیار پۀ وسیع تناظر کښې کتل ضروري دي. فوج د ریاست اداره نۀ ده بلکې د انتظامیې لاندې د دفاع د وزارت یوه محکمه ده خو دغه محکمې د تېرو اویایو کالو راهسې د ریاست ادارې، پارلېمان او پالیسۍ خپله ولقه کښې راوستې دي. عن تر دې چې د ریاست اقتصاد او مارکیټ هم د فوج ولقه کښې دي. سیاسي ګوندونه ئې د شکست و رېخت ښکار کړي دي. د داسې قسمه قبضه ګر پنجو نه د خلاصون د پاره د سیاسي ګوندونو پۀ ذریعه د اولس منظم کېدل بنیادي شرط دے. د سیاسي ګوندونو منظم کېدل او مضبوطېدل ضروري دي.

    ‎توسیع د دې نه مخکښې هم ورکړې شوې ده – د پيپلز پارټۍ مرکزي حکومت )چې هغه وخت ورسره خېبر پښتونخوا کښې د اے اېن پي اتحاد هم ؤ( کښې د اشفاق پروېز کیاني توسیع د اتلسم ترمیم د پاره د مکالمې ګنجائش پېدا کړے ‌ؤ. ممکن ده چې دا توسیع د غېر اعلانیه مارشل لاء او کنټرولډ ‌‌‌‌‌‌‌ډېموکراسۍ د ختمولو او د شفاف انتخاباتو لار هواره کړي. کۀ داسې و نۀ شي هم، نو د پيپلز پارټۍ او مسلم لیګ )ن( د حمایت کولو نه وروستو د اے این پي مزاحمت یو جذباتي ردعمل خو کېدے شي خو د سیاسي ګټې یو تدبیر هم د دغه مزاحمت نه پۀ عقلي توګه ممکن نۀ ښکاري.

    ‎د یو روښانفکره سیاسي تحریک د کارکن پۀ حېث مونږ ته پۀ دې خبره غور کول پکار دي چې سیاسي عمل کښې مشرتابې ته د پېغورونو پۀ ځایې مونږ د ګوند او تحریک د مظبوطولو او پراخه کولو د پاره څۀ کولے شو؟ دا فکر پکار دے چې د تړون او تنظیم د مضبوطولو او د مکالمې بشپړه کولو د پاره مونږ څۀ او څنګه سرګرمیانې کولې شو؟

    چرته داسې خو نۀ ده چې مونږ پۀ دغه پېغورژنه لهجه خپلو ذمه واريو نه مخ اړول غواړو؟ چرته داسې خو نۀ ده چې مونږه پۀ نفسیاتي توګه د عام اولس نه د علمي برترۍ رنځ کښې اخته شوي یو؟ چرته داسې خو نۀ ده چې مونږ د مبارزې د ستړیا ښکار شو نو ځکه غصه، پېغور او سپکې سپورې وئيل پېل کړو؟

    ‎خادم حسېن

     

  • الف جانه خټکه، فیمنزم او خدائي خدمتګار تحریک – خادم حسېن

    پېژندګلو:

    دې مقاله کښې زۀ يو څو سوالونو ته جوابونه وئيل غواړم. وړومبے دا چې نن دور د پدر-سرۍ يا نر-واکۍ سره تړلې د فيمنزم تهيوري او عناصر کوم کوم اړخونه يا شکلونه لري؟ دوېم دا چې د الف جانې خټکې د شاعرۍ او تخليق د 1940ز لسيزه کښې د نر-واکۍ يا پدر-سرۍ کومې کومې ځېلې او جرړې پۀ ګوته کړې وې او پۀ هغو ئې رسا ګزارکړے ؤ.؟ درېم دا چې د الف جانې خټکې دغه تخليقي شعور د کوم ځاے راټوکېدلے او لۀ کوم تحريک نه زېږېدلے ؤ؟ هغه تحريک پۀ کومو بنيادونو ولاړ ؤ او د پښتون افغان ملت د خپلواکۍ مبارزه کښې دغه تحريک د ملت د وجود د درون نه تاو کړے شوي کوم کوم ازغن تارونه پۀ ګوته کړي هم وو او سپړدلي ئې هم وو؟

    د دې جوابونو د پاره به زۀ دې مقاله کښې د ډسکورس تجزيې (Discourse Analysis) سائنسي مېتهوډ د کارولو زيار کوم. زما پۀ اند دا مهمه ده چې د ملي تحريک د ځائي حکمت او دانش پۀ بنياد ولاړه مفکوره او د خاورې نه د ټوکېدلو ځېلو او رېښو د څرګندولو کار دې پۀ سائنسي توګه ترسره کړے شي چې يوې غاړې ته د تحريک پرون او نن سره وتړلے شي او بلې غاړې ته د تحريک د انټلېکچول بنياد تسلسل دائم وساتلے شي. د انټلېکچول بنياد دغه دوامداري د ملت د خپلواکۍ د مبارزې ضمانت جوړېدے شي. دې سره سره به دغسې مونږ وکړے شو چې د يو خپلواکه او پرمخ تللې ټولنې او د ملت د متبادل ډسکورس ژوندے وساتو.

    د فیمنزم تاریخ، مفکوره او عناصر:

    د کلاسيکي فيمنزم لټرېچر کښې دغه اصطلاح د يو تحريک پۀ توګه معارفي کړې شوې ده. دغه ليکونو، مقالو او کتابونو کښې د فيمنزم تحريک کوم چې د سړو او ښځو د مساواتو ادعاء لرله ، د نولسمې پېړۍ د وروستيو لسيزو نه را پۀ دې خوا اروپا او د امريکې متحده ايالاتو کښې رابرڅېره شوے ؤ. دغه ليکونه د فيمنزم غورځنګ کښې پۀ 1892ز کښې د پېرس د ښځو نړيوال کانفرنس بنيادي سنګ ميل يادوي. د پېرس دغه کانفرنس کښې تر ټولو مهمه فکري موضوع جنسي مساوات وه او مهمه سياسي موضوع د ښځو د پاره د ووټ حق ترلاسه کول وو. دې سره سره امريکه کښې د فيمنزم درې تحريکي څپې بحث کېږي. وړومبۍ څپه د 1920ز لسيزه کښې يادېږي کومې چې د ښځو د سياسي حقونو يعني د ووټ حق، د تنظيم حق، د نمائندګۍ حق او قانون جوړېدو کښې د رايې حق د پاره غورځنګ اوچت کړے ؤ. د فيمنزم د تحريک دوېمه څپه امريکه کښې د 1960ز او 1970ز لسيزو کښې را اوچته شوه. دې څپه کښې د ښځو د ټولنيز حقونو يعني د کار حق، د معاش حق، د کار د يو شان معاوضې حق، پۀ خپله خوښه د خپل فاميل جوړولو حق او میډيا کښې د مساوي ځاے حق د پاره غوښتنې وشوې. درېمه څپه هغه وخت را اوچته شوه چې کله دا سوال پۀ بحث کښې راغلو چې د ښځو تر منځه سياسي، اقتصادي او ټولنيز حقونو او مراعاتو کښې لوي امتيازات شتون لري. دغه امتيازات د رنګ، نسل، علاقې او هېواد پۀ حساب موجود دي.1

    پۀ پورته ذکر شوي لنډ تاريخ تر ټولو غټ اعتراض دا واردېږي چې دې تاريخ کښې د اروپا او امريکې نه بهر نوره نړۍ کښې د نر-واکۍ يا پدر-سرۍ پۀ ضد مزاحمت لۀ پامه غورځولے شوے دے. عن تر دې چې دغه ذکر شوي د فيمنسټ تحريک وړومبۍ او دوېمه څپه کښې پۀ نوره نړۍ کښې د نر-واکۍ پۀ ضد او د جنسونو او د صنفونو د مساواتو مبارزه لۀ پامه بیخي غورځولې شوې ده. د دغه ذکر شوي تاريخ نه داسې جوتېږي لکه چې د اروپا او امريکې نه علاوه پۀ نوره نړۍ کښې يا خو د سره د جنسونو وجود نۀ ؤ يا د جنسونو تر منځه امتيازات نۀ وو او يا کۀ امتيازات وو نو د نورې نړۍ د خپلواکۍ سياسي تحريکونه د دې امتيازاتو نه بیخي لا پرواه وو. 2

    دا خبره ډېره مهمه ده چې د نر-واکۍ يا پدر-سرۍ پۀ ضد مبارزه او د جنسونو د مساواتو مفکوره صرف پۀ غرب کښې د ښځو اجتماعي تحريک او سرګرميانو پورې محدود نۀ کړې شي؛ بايد د يوې مفکورې او د محکوميت د يو عنصر پۀ توګه د نر-واکۍ او پدر-سرۍ د بېلابېلو اړخونو سائنسي جاج واخستے شي او د دې بېلابېلې ځېلې څرګندې کړې شي. د سړي د حاکميت ډسکورس د ملت محکوميت سره څنګه تړلے دے او دا پۀ ټولنيز ساختونو، کلتور او د ژبې د کارونو عمل کښې څنګه ټومبلے شوے دے؛ دا ټومبلے شوے ډسکورس د سړي او ښځو دواړو شعور او رويه څنګه او څومره متاثره کوي او دا بيا فکر، فرد، اجتماعيت او ادارې څنګه د خپل تاثير جال کښې رانغاړي؟ – دا هغه سوالونه دي چې د نر-واکۍ پۀ ضد مبارزه او د صنفي مساواتو تحريک کښې پرې بحث کول غواړي. 3

    د فيمنزم د تحريک او مفکورې پۀ لړکښې د ژبې د کارولو رول باندې بحث ځکه لازم دے چې ژبه د خيال، فکر يا ډسکورس تشکيل کښې بنيادي رول لري. د جنس او صنف ډسکورس جوړولو او کلتوري او ټولنيز ساختونو کښې د دې د ټومبلو تعامل د ژبې پۀ وساطت تر سره کېږي. نرمي، جذباتيت، حساسيت، حماقت، نزاکت، کلانکاري، معصوميت او تابعداري ښځينه صفات يا نسوانيت ګرځول او قوت، زړۀ ورتيا، سختوالے، پوهه، قابليت، ذهانت، فعاليت، معروضيت او قيادت نارينه صفات ګرځول د ژبې د محاورې ساختونوکښې جوړولے کېږي هم او ټولنيز او کلتوري ساختونو کښې د ژبې پۀ وساطت ټومبلے کېږي هم. 4

    د ژبې پۀ ذريعه جوړکړے شوي د دې ډسکورس تر مخه د ښځې انفراديت د انساني وجد پۀ توګه تحليل شي او د ارادي قوت نه تش د يو “څیز” يا “شے” صورت کښې بدل شي. بشريت د شرف نه پرېوځي او پۀ پايله کښې يو جنس د بل جنس ملکيت وګرځي. دغه صفات بيا ټولنيز، کلتوري، اقتصادي او سياسي ساختونو کښې منعکس کېږي او د نر-واکۍ يا پد-رسرۍ يا پېټريارکي ټولنيز سياسي ساختونه وجود کښې راولي.

    کله چې يوه ټولنه د پېټرياکي ژورو کندو ته وغورځېږي نو د دې د رول اجتماعي قوتِ ارادي تحليل شي. داسې قسمه ټولنه بيا د محکوميت نه راوتو کښې اوږده موده لګوي ځکه چې دغلته بشريت او انسايت نيمګړے شي. د باچا خان پۀ قول د دغه قسمه يا ټولنې نيم وجود شل شي.5

    د الف جانې خټکې د انعامي نظم يو بند

    او پۀ نر-واکۍ ګزار:

    د الف جانې خټکې پۀ حقله باچاخان پۀ خپله ليکي:

    “الف جان د احمدي بانډې )کرک( يوه لوستې جينۍ ده، دا د هغې خط دے. د دې خط لوستو نه معلومېږي چې د دې پښتنې جينۍ پۀ زړۀ کښې د پښتنو زنانو د ترقۍ او بهبود د پاره يوه رښتونې جذبه ده. زۀ ډېر خوشحالېږم چې پښتنې جينکۍ د خپلو خوېندو د ذليل ژوند احساس وکړي او د دې احساس جذبه قام ته ښکاره کړي. کۀ پۀ زنانه عالم کښې بېداري پېدا شوه نو دا به زما د زړۀ يوه زړه ارزو پوره شي”6

    د الف جان خټکې د دغه نظم کوم چې مونږ د نر-واکۍ د ذېلو او رېښو راسپړدلو پۀ لړکښې د تجزيې د پاره غوره کړے دے، د دې نظم پۀ حقله باچا خان ليکي:

    “د محترم قيمت شاه خان صاحب د انعامي اعلان مطابق ما هغه ټول نظمونه چې کوم د موجوده غېر اسلامي رواجي پردې د ختمولو پۀ موضع راغلي وو، منصفانو ته حواله کړل. هغوي د الف جانې صاحبې لاندې ليکلے شوے نظم د انعام د پاره خوښ کړو او فېصله وشوه چې انعام دې الف جان ته ورکړے شي.”7

    د دغه نظم يو بند څۀ پۀ دا ډول دے:

    ښځې هم زړونه لري، زړو کښې خواهشات لري
    سر کښې مازغۀ لري، مازغوکښې احساسات لري
    کاڼي خو نۀ دي هم دا ستا پۀ شان جذبات لري
    ښۀ خيالات لري بلکې د تا هم زيات لري
    دا بې ګناه مرغۍ دې بندې کړې پنجرې کښې ولې؟
    وايه کړې ښځې دې ژوندۍ پۀ هديرې کښې ولې؟8

    پښتو محاوره او کلاسيکي شاعرۍ کښې “زړۀ لرل” بېلابېلې معنې لري. زړۀ لرل د ارادي قوت د لرلو د پاره هم کارولے شي او د خيال، فکر او خوښې نا خوښې د انتخاب د پاره هم کارولے کېږي. زړۀ د يو داسې نامياتي عمل سره تړلے کېږي چې د غم او خوشحالۍ د مأخذ پۀ توګه هم ګنلے کېږي او د دې احساساتو د پنګې پۀ توګه هم اخستلے کېږي، لکه حميد بابا وائي:

    زړۀ مې هسې پۀ نوخطو ښکلو پرېوت

    لکه پرېوځي و دوهې ته قلندر خوښ9

    بل شعر کښې وائي:

    هېڅ مې زړۀ لۀ ساده رويو نه شو تور کۀ مې سل ځله
    پۀ سينه پورې پۀ ځله د مکې اطلس و مېښ10

    رحمان بابا وائي:

    نۀ چې اوس زما زړۀ غوڅ ستا پۀ غمزه دے
    چاړۀ غوښې لۀ قدیم سره پۀ غم دي11

    ښځې چې زړونه لري نو ښځې د خوښې نا خوښې د انتخاب فطري حق لري، ښځې د ارادې قوت لري او ښځې د احساساتو صلاحيت لري – نو ځکه ښځه مفعوليت سره نۀ شي تړلې کېدې او ځکه ښځه د ټولنيز عمل نه نۀ شي منع کېدې، ځکه ښځه د کار کسب او هنر زده کولو او کارولو نه نۀ شي منع کېدې – د دې مطلب دا شو چې ښځه د ټولنې اقتصاد کښې يو شان برخه لري.

    ښځه صرف زړونه نۀ لري، خواهشات هم لري. خواهشاتو ته کۀ د “فرائيډن سائکولوژي” پۀ تناظر کښې وګورو )اګرچې پۀ دې بحث کېدے شي چې د فرائيډ د تهيورۍ څومره برخه د تجزياتي سائنس پۀ رڼا کښې لا تر اوسه پۀ ځاے ولاړه ده( نو داسې څرګندېږي چې دغه خواهشات ژورې لړۍ لري. سګمنډ فرائيډ خپلو وروستنو تحقيقي مقالو کښې د خواهشاتو دغه لړۍ پۀ دوو غټو متضاد حرکياتو کښې د څرګندولو زيار کړے دے. د انساني خواهشاتو يو تحرک ته هغۀ ايروس (Eros) وئيلي دي کوم چې تخليق، ثبات او اطمينان، جنسي تعلقات، توليد او د ذات بقاء زېږوي او بل تحرک ته هغه ټاناټوز (Thanatos) وئيلي دي کوم چې تخريب، تکرار، جارحيت، مجبوري او د ځان تباهي زېږوي.12

    ښځې چې خواهشات لري نو د تعمير صلاحيت هم لري او د تخريب صلاحيت هم. د توليد صلاحيت او د جنسي تعلقاتو اختيار هم لري او د جارحيت صلاحيت هم لري. د تخليق ماده هم لري او د تکرار عنصر هم. د ذات د بقاء مبارزه هم کوي او د تخريب صلاحيت هم لري – ګويا هغه ټول خصلتونه اوصفات لري کوم چې سړے لري.

    الف جانه خټکه دا پۀ ګوته کول غواړي چې ښځه غېر نامياتي او د ارادې نه “تش” يو څیز نۀ دے بلکې د ارادې د قوت لرونکے يو نامياتي وجود دے؛ ځکه ښځه کاڼے يا ګټه نۀ شي کېدے او نۀ د سړي حکم منونکې خود کاره مشين کېدے شي.

    الف جانه خټکه بيا ډېر وثوق سره دا دعويٰ کوي چې ښځه مازغۀ هم لري او خيالات هم لري. د مزغو او خيال تر منځه هم هغه شان تعلق دے کوم چې د زړۀ او خواهش تر منځه دے. ښځه چې د خيال صلاحيت لري نو د فکر او سوچ صلاحيت هم لري نو ځکه ښځه پوهه او دانش هم لري. د پوهې او دانش لازمي نتيجه دا وي چې ستونزې څېړلې شي او د ستونزو څېړلو پۀ سوپ د حل لارې لټولې شي او چې څوک هم دا دوه کارونه کولے شي، هغه انتظام هم کولے شي او قيادت او سياست هم.

    د الف جانې خټکې د انعامي نظم د دې بند نه دا نتيجه پۀ اسانه اخذ کېدې شي چې پښتونخوا کښې او پښتنه ټولنه کښې الف جانې د نر-واکۍ او پدر-سرۍ ذېلې پېژندلې هم وې، پۀ ګوته کړې هم وې او پۀ دې ئې بې درېغه ګزارونه هم کول. د نر-واکۍ د ذېلو دغه پېژندل او پۀ هغې ګزار کول پۀ اټکله نۀ ؤ؛ دا د يوې مفکورې، مشاهدې او تجربې د يو منظم عمل پایله کښې مخې ته راغلي وو. ياده دې وي چې د الف جانې خټکې دغه منظم تخليقي عمل د 1940ز لسيزه کښې تر سره کېدو او دې تخليقي عمل ته ځاے او حوصله پېرس يا واشنګټن نۀ وو ورکړي بلکې د احمدي بانډې )کرک( سيمې دغه منظم تخليقي مشاهدې او تجربې ته ځاے او حوصله د هشنغر نه چاپ کېدونکې “پښتون” مجلې ورکولو. “پښتون” مجله چې د کوم تحريک ارګن ؤ، هغه تحريک هم د دې خاورې نه راټوکېدلے ؤ او د الف جانې خټکې تخليقي مشاهده او تجربه هم د دې خاورې نه راټوکېدلې وه. د “پښتون” مجلې باقاعده لوستلو الف جانه خټکه دغه تحريک سره رانزدې کړې وه. “پښتون” مجله کښې د ملت او ټولنې د ټرانسفارمېشن مفکورې د الف جانې شعور او تخليقي تجربې او مشاهدې باندې ژور تاثير درلود – بلکې دا وئيل به بې ځايه نۀ وي چې د تحريک مفکورې د الف جانې خټکې تخليقي مشاهدې او تجربې ته يو ډائرېکشن او تنظيم وربخښلے ؤ. اوس دا سوال مخې ته راځي چې د نر-واکۍ او پدر-سرۍ پۀ بابله د تحريک مفکوره څۀ وه؟

    د نر-واکۍ او پدر-سرۍ مفکوره او نظام

    او خدائي خدمتګار تحريک:

    باچا خان ليکلي دي:

    “د قوم هېڅ رسم و رواج، تمدن او معاشرت تر هغه وخته پورې ترقي نۀ ده کړې، تر کومه وخته پورې چې د هغې قوم ښځو هغه محسوسه کړې نۀ ده او د هغې اصلاح د پاره ئې ملا تړلې نۀ ده. زۀ پۀ دې باندې نور زياتي ليکل نۀ غواړم لېکن پښتون قام ته دومره عرض کوم چې اے وروڼو! کۀ تاسو خپل قام ‘قام’ کول غواړئ او د هغوي اصلاح کول غواړئ نو خپلو ښځو ته توجه وکړئ.”13

    د باچا خان دې پېغام کښې دوه خبرې مهمې دي – يوه دا چې د خلقو، اولس او وګړو د خپلواکه او خوشحاله ژوند د پاره دا لازم ده چې هغه د قام او ملت شعور ولري او د قام او د ملت شعور د پاره دا لازم ده چې سړو سره ښځې هم ټولنيز عمل کښې يو شان برخه واخستې شي. ښځې هله ټولنيز عمل کښې د خپلې ارادې پۀ زور برخه اخستې شي چې کله د هغوي بشريت او قوت ارادي تسليم کړے شي. د دې مطلب دا ؤ چې د يو ملت توان هله فعاليت اختيارولے شي چې کله ښځې هم دغه توان ولري. د ښځې د دغه ارادي قوت او د ټولنيز رول توان تر لاسه کولو کښې تر ټولو غټ خنډ د نر-واکۍ يا پدر-سرۍ مفکوره ده. دې خبرې نه پۀ اسانه دا نتيجه اخذ کېدې شي چې نر-واکي يا پدر-سري د قامي او ملي محکوميت غټ عنصر دے. دا عنصر لکه د محکوميت د نورو عناصرو پۀ يو ملت، قام او ټولنه کښې د محکوميت د اوږدې مودې پۀ سوب ټومبلے شوے وي. د محکوميت پۀ ضد مبارزه لکه څنګه چې دا لازم ده چې د قام دننه توان متحرک کولو د پاره ملي، قامي، ټولنيز او اجتماعي شعور د پاره کار وکړے شي؛ د طبقاتي او قبائيلي سوچ بنسټونه ونړولے شي، دغسې دا هم لازمي ده چې د نر-واکۍ يا پدر-سرۍ جرړې دې وويستې شي. خدائي خدمتګار تحريک د خاورې د حکمت او دانش پۀ بنياد دا مفکوره تشکيل کړه او دغسې ئې د پښتونولۍ هغه تشريح رد کړه کومې چې ښځه د واک او ټولنيز رول نه بهر کولو ته پښتني ننګ او غېرت وئیلو. هغه تشريح ئې ټوټې کړه کومې چې د پښتون ملت “نيم وجود” مثل کړے ؤ. دا خبره ئې جوته کړه چې د پښتونولۍ دغه تشريح د دې خاورې تشريح نۀ ده. دا هغه فيمنزم ؤ کوم چې د دې خاورې نه راټوکېدلے ؤ او کوم چې الف جانې خټکې خپل کړے ؤ. خدائي خدمتګار تحريک د خاورې نه راټوکېدلې د فيمنزم دغه مفکوره د ملت د محکوميت پۀ ضد مبارزې سره وتړله. د دې مفکورې او د نړۍ د فيمنزم د تحريکونو تر منځه تر ټولو غټ توپير دا دے چې خدائي خدمتګار تحريک د نر-واکۍ پۀ ضد مبارزه د ملي او قامي خپلواکۍ د مبارزې لازمي جز وګرځولو او دغسې د ښځو سره سره دې مبارزه کښې سړے هم شامل شو. دا د ښځې د سړي د حاکميت خلاف مبارزه پاتې نۀ شوه بلکې دا ملي او قامي مبارزه شوه کومه چې ښځو او سړو “د يو بل تر څنګ” کوله. دې مفکورې ښځه د سړي خلاف و نۀ دروله بلکې دواړه ئې پۀ ګډه د يو منزل لاروي کړل. د اروپا او امريکې د فيمنزم تحريکونو کښې زياتره دا شوي دي چې ښځې اېغ پۀ نېغه سړو ته ودرولې شوې نو ځکه دا د نر-واکۍ پۀ ضد مبارزه پاتې نۀ شوه بلکې د جنسونو تر منځه د تضاداتو زياتولو مبارزه شوه.

    د نر-واکۍ پۀ ضد مبارزه او مفکوره کښې خدائي خدمتګار تحريک بل غټ محرک منځ ته راوستو. خدائي خدمتګار تحريک د نر-واکۍ د مفکورې تل ته ورسېدو او دا ئې معلوم کړل چې د مورنۍ ژبې سپکېدلو او د نر-واکۍ تر منځه څومره ژور تعلق او مستقيم نسبت دے. دغه ژور تعلق او مستقيم نسبت ئې رابرڅېره کړو او د هغې د پاره ئې تحريک کښې پۀ منظمه توګه ځاے ورکړو. باچاخان وائي:

    “زۀ تاسو ته د تجربې نه دا وايم چې پښتو ژبې له پۀ رواج ورکولو سره به زمونږ ښځې هم پۀ صحيح توګه تعليم يافته شي. داسې ډېر کم کورونه دي چې د هغوي بيبيانو له به پښتو نۀ ورځي، مګر چونکې پۀ پښتو ژبه کښې د لېلا مجنون، فرهاد شېرينۍ، د نو روز غزلونه او د يو څو جنګنامو سېوا بل څۀ عملي کتاب نشته دے. د دې د پاره زمونږ خوېندې لوڼه د خپل پښتو تعليم نه څۀ فائده نۀ شي اخستې.14

    د ژبې او سوچ تر منځه “راست مستقيم تعلق” پۀ سائنسي توګه معلوم حقيقت دے. معنٰي دا چې ژبه فکر او سوچ زېږوي او سوچ او فکر ژبه زېږوي نو ځکه د محکوميت دوامدارۍ د پاره تر ټولو ژور ګزار پۀ ژبه، پۀ مورنۍ، ملي او قامي ژبه کېږي او ځکه د نر-واکۍ مفکوره هم د ژبې د محاورې پۀ سوب د ټولنې او کلتور ساختونو کښې ټومبلې کېږي. چونکې نر-واکي د ملي او قامي محکوميت يو جز دے نو ځکه د ملي ژبې د پرمختګ زيار د محکوميت او نر-واکۍ پۀ ضد مزاحمت کښې بنيادي ونډه لري. چې ملي ژبه سپکه شي نو د ښځې او سړي دواړو او پۀ خصوصي توګه د ښځې د فکر صلاحيت شل کړے شي او چې مورنۍ او ملي ژبه ژوندۍ او فعاله کړې شي نو د ښځې د فکر صلاحيت او د هغې پۀ نتيجه کښې د هغې ټولنيز رول او د ارادې قوت توان ومومي.

    پايله:

    پورتني بحث کښې مونږ د دې مفروضو د ثابتولو کوشش وکړو چې نړيوال فيمنسټ تحريکونو د نړۍ د هغه سيمو د نر-واکۍ پۀ ضد مبارزه لۀ پامه غوځولې ده کومې چې د ابلاغ د رسايۍ نه بهر پاتې شوې دي. د دې تر څنګه مونږ دا خبره جوته کړه چې د نر-واکۍ د مفکورې بنيادي نکته ښځه د بشريت د درجې نه غورځول او هغې نه بې جانه او غېر نامياتي وجود جوړول دي. دې سره مو د الف جانې خټکې د يو نظم د يو بند د لنډ ډسکورس تجزيې نه د دې مفروضې د ثابتولو زيار وکړو چې د الف جانې خټکې تخليقي شعور پښتنه ټولنه کښې د فيمنزم د تهيورۍ غټه بېلګه ده – خو دا بېلګه د بهرني تحريکونو نه د تاثير پۀ نتيجه کښې وجود ته نۀ وه راغلې بلکې د يو ځائي تحريک نه د تاثير پۀ نتيجه کښې وجود ته راغلې وه. دغه ځائي تحريک خدائي خدمتګار تحريک ؤ.

    د خدائي خدمتګار تحريک مفکوره او مبارزه نر-واکي د ملي محکوميت د يو جز پۀ صورت کښې منځ ته راوستې ده او د نر-واکۍ پۀ ضد مبارزه ئې د ملي محکوميت پۀ ضد مبارزه کښې بنيادي عنصر ګرځولے دے. خدائي خدمتګار د خاورې د دانش او حکمت پۀ بنياد د پښتونولۍ نوې تشريح وکړه او د دغې تشريح پۀ ذريعه ئې د نر-واکۍ پۀ جرړو رسا ګزار وکړو. د الف جانې خټکې تخليقي مشاهده او تجربه هم د دغه شعور پۀ رڼا کښې پۀ صحيح توګه پېژندلې کېدې شي. د خدائي خدمتګار تحريک د مفکورې او مبارزې د تسلسل تقاضا دا ده چې د محکوميت پۀ ضد د دغه تحريک د مفکورې دغه اړخ د ملت اوتحريک ښځې او سړي دواړه وپېژني ځکه چې د محکوميت مفکوره د ټولنې ټولو ساختونو کښې يو شان سرايت کوي. نر-واکۍ څنګه چې د سړو شعورکښې سرايت کړے دے، دغسې ئې د ښځو شعور کښې هم سرايت کړے دے. د ټولنپوهنې او بشر-پوهنې ماهرينو او محقيقينو د پاره د تحقيق دا لوے مېدان دے چې د ښځو تخلیق کارانو او مبارزينو د کار او زيار پراخه مطالعه وکړي او د خدائي خدمتګار تحريک د نر-واکۍ پۀ ضد د مبارزې مهم اړخونه پۀ ګوته کړي. د بشر-پوهنې محقيقنو د پاره به دا موضوع هم ډېره د دلچسپۍ باعث وي چې نر-واکۍ کله او څنګه پښتنه ټولنه کښې سرايت وکړو او د دې محرکات څۀ څۀ وو.

    حواله جات:

    1. Brines, Wini. ‘What’s Love Got to Do with it? White Women, Black women and and Feminism in the Movement years.’ Signs: Journal of Women in Culture and Society, 27(4): 1095-1133.2002
    2. Cott, Nancy. The Grounding of Modren Feminism. New Haven: Yale University Press. 1987
    3. Postl, Gertrude. ‘Language, Writing and Gender Differences’ in Garry et al. 2017: 293-302
    4. Siddiqui, Shahid. Language, Gender and Power. Oxford University Press, 2014
    5. عبدالغفار. د الف جانې خټکې پۀ نظم اداتي نوټ. “پښتون” اکتوبر 1945ز
    6. شاه، سيد وقار علي. پښتنې ښځې او د قام خدمت. باچا خان ټرسټ رېسرچ سنټر. 2012:217
    7. عبدالغفار. “پښتون”. جولائي 1946ز
    8. خټکه، الف جانه. “پښتون”. جولائي 1946ز
    9. عبدالحميد. دُر او مرجان. يونيورسټي بک اېجنسي. 1979:98
    10. هم دغه اثر.101
    11. رسا، ميا سيد رسول. د عبدالرحمان بابا دیوان. يونيورسټي بک اېجنسي. 2009:208
    12. Frued, Sigmund. Beyond Pleasure Principal. The Ineternational Psycho-Analytical Press. 1920
    13. شاه، سيد وقار علي. پښتنې ښځې او د قام خدمت. باچا خان ټرسټ رېسرچ سنټر. 2012:36
    14. هم دغه اثر. 32

     

  • بنیادګري او ترهګري:یوه څېړنه – ډ. خادم حسېن

    “بنیادګري او ترهګري” د ډاکټر خادم حسېن څېړنیزه لیکنه ده چې پکښې د انساني ټولنې دننه د بنیادګرۍ او ترهګرۍ اړخونه د نفسیاتي، سماجي او سیاسي سائنسونو رڼا کښې څېړلے شوي دي. دا مقاله اګاهو د کتابګوټي پۀ بڼه هاغه وخت خپره شوې وه چې افغانستان کښې د امن “مبینه” پروسه تر اوسني پړاوه رسېدلې نۀ وه، پاکستان نۀ خو لا د “ښۀ طالبانو” پۀ سر نۀ “ګرے لسټ” کښې شامل شوے ؤ او نۀ د کشمیر پۀ اړه د تېر پینځم اګست “نتیجې” سره مخ شوے ؤ.

    نن حالات زیات بد تره ځکه دي چې د “امن” مدعا مشکوکه ده، د امن پروسه د یو نوي خونړي دور اغاز ښکاري، امن د پاره کېدونکې هلې ځلې جنګسالارانو او لېوانو ته د سرېنډر کېدو ننداره برېښي او څرګندېږي چې “نړیوال” امن د پاره د افغانانو وینې ته سپک نظر کېږي – دا ځکه چې د امن پروسه کښې تر هر چا زیات متاثر او لۀ هر چا زیات مهم فریق “افغانستان” دې مذاکراتو کښې نشته.

    د ښاغلي استاد ډاکټر خادم حسېن دا مقاله افغانستان کښې روانې امن پروسې او دې سیمه کښې د جنګ مخنیوي د پاره د عوامي نېشنل پارټۍ د دریځ اکاډمک شکل دے. مونږ ئې د “پښتون” لوستونکو ټولو افغانانو ته پۀ دې هوډ بیا وړاندې کوو چې هغوي وپوهېږي چې زمونږ پۀ خاوره جنګ نۀ کومه مذهبي مسئله ده او نۀ د حب الوطنۍ سره حل کېدې شي؛ دا قامي مسئله ده او قامي سیاست سره پۀ ودرېدو به مو د امن خوب رښتونے کېږي.

    سوېلي او منځنۍ اېشياء سره پۀ ټوله نړۍ کښې مذهبي بنيادګري او اورپکۍ تېرو شوو څلوېښتو کالو نه پۀ لکهونو انسانان، پۀ کهربونو تجارت او پۀ زرګونو کوړمو بربادلو سره د دې سيمې کلتوري شتمني او تاريخي ارزښتونه تباه کړي دي. نۀ يواځې دا چې دې بنيادګرۍ او ترهګرۍ د دې سيمې د خاورې شناخت ټکړې ټکړې کړو بلکې د انسان د تهذيبي ارتقاء د نچوړ د وژلو زيار هم کوي. دا پۀ يو بل شکل فسطائي تحريک دے چې د هرې سيمې اولس ئې د نيشت سره مخ کړے دے. د دې تحريک د کوترې نه ځان ژغورلو لپاره د دې تحريک پېژندګلو ډېره ضروري ده. مونږ دې سيمه کښې د بنيادګرۍ څېړنه پۀ بېلابېل چوکاټ کښې پۀ اسانه کولے شو.

    د بنيادګرۍ د څېړني لپاره يو چوکاټ دا دے چې مونږه د دې فکري بيانيه، د دې پۀ سماج کښې د ننوتو لارې ګودرې او پۀ سماج کښې د بنيادګرۍ د غلبې حاصلولو مطالعه وکړو. بل چوکاټ ئې دا دے چې مونږ دا وپېژنو چې د بنيادګرۍ او اورپکۍ دننه او بهرني عوامل څۀ دي او يو بل چوکاټ ئې دا هم کېدے شي چې د بنيادګرۍ او اورپکۍ مقامي، صوبائي، رياستي، سيمئيز او نړيوال عوامل وپېژندلے شي. څلورم چوکاټ ئې دا دے چې د اورپکۍ د کلتوري، اقتصادي، سياسي او ستراتیژک اړخونو څېړنه وکړې شي.

    د مذهبي بنيادګرۍ اولنے چوکاټ دا دے چې د دې فکري بيانيه څۀ ده؟ د دې بيانيې اجزاء څۀ دي، دا بيانيه سماج ته څنګه ننباسلې کېږي او بيا دا بيانيه پۀ سماج کښې څنګه غلبه حاصلولوي. د بنيادګرۍ د مفکورې اجزاء څۀ پۀ دا ډول دي:

    1. د نړۍ سماجي، کلتوري، سياسي او تهذيبي تنوع ختمول او يو رنګي پېدا کول. پۀ ظاهره خو دا ډېر رومانوي اثر لري او پۀ خصوصي توګه پۀ ځوان کهول ژور جذباتي اثر کوي خو کۀ ورته وکتے شي نو دا خبره د فطري او تهذيبي حقيقتونو پۀ ضد پرېوځي او چې کوم فکر د تاريخي اصولو او فطري قوانينو پۀ ضد ځي، هغه د انسانانو د اجتماع د پرمختګ او بقاء لپاره لوے زيان لري.

    دا معلومه خبره ده چې لکه څنګه فطري تنوع د کائنات د پاره د لازمي شرط حېثیت لري؛ دغسې کلتوري تنوع، لساني تنوع، سياسي تنوع، مذهبي تنوع او سماجي تنوع سره انسان تهذيبي ارتقاء او دومره پرمختګ کړے دے چې خپل شناختونه پېژني او دا هم پېژني چې د يو انسان بېلابېل شناختونه د دغه انسان فکري، عقلي، جذباتي او حياتياتي صحت او لوړوالي د پاره ضروري دي. کۀ د بېلابېلو شناختونو وجود مري نو د انسان تخليقي فکر مري او د دغه مرګ نه افراد پۀ يو نفسياتي او ذاتي جنګ کښې اخته کېږي. د ذات جنګ د سماج جنګ کښې او د سماج جنګ سياسي جنګ کښې بدل شي چې نړۍ د يو عذاب سره مخ کړي.

    1. د بنيادګرۍ د مفکورې دوېم جز دا دے چې پۀ يو سماج دا ومني چې د حقيقت صرف يو اړخ کېدے شي او بل اړخ نۀ لري.

    کوم سماج کښې چې د مفکوري دغه جز ننوځي نو د افرادو اکثريت پۀ فکري، عقلي او تخليقي توګه د انحصار ښکار شي. د نوي علم تخليق سماج کښې د جمود سره مخ شي. د ايجاد او نوو حقيقتونو د دريافت کولو هڅې شنډې شي او پۀ لږه موده کښې دغه سماج د اقتصادي او سياسي انحصار ښکار شي. دغسې سماج خپل اجتماعي دانش او اختيار نه لاس پۀ سر شي.

    1. د انتهاګرې بيانيې درېمه بڼه دا ده چې سماجي او سياسي عوامل کښې بدلون نۀ راځي. دې جز ته انګرېزۍ کښې Absolutism وائي. داسې قسمه فکر د سماجي، کلتوري، او تهذيبي ارتقاء نه انکار کوي او سماج د تهذيبي جمود سره مخ کوي.
    2. د انتهاګر فکر څلورم جز دا دے چې د دليل او منطق پۀ ځاے پۀ تقليد انحصار کوي. هر څو کۀ دا خبره اهمه ده چې د سابقینو يا د مخکښې تېر شوي انسانانو د تجربو او فکر نه فائده اخستل پکار دي خو چې يو سماج پۀ دې مکمل انحصار شروع کړي چې هر هغه سوچ او توجيهـ چې مخکښینو انسانانو ورکړې ده، اخري ټکے دے نو دې سره د سوچ او فکر جمود لازمي دے.
    3. د انتهاګر فکر پینځم جز دا دے چې دا فکر د “شموليت” پۀ ځاے پۀ “غېريت” بنياد لري. دا جز پۀ دې حواله د ټولو نه زيات خطرناک دے چې هر هغه څوک، هر هغه فکر او هر هغه خيال چې مختلف دے نو دښمن دے او دښمن سره خو جنګ لازمي دے – هر هغه څوک چې بل مذهب يا بلې فرقې سره تعلق لري، د هغۀ ختمول ضروري دي. د دې فکر لازمي نتيجه ابدي جنګ او جدل دے.

    د دې اجزاء د مطالعې نه دا خبره څرګندېږي چې انتهاګر سوچ او فکر پۀ سيمه کښې، نړۍ کښې او سماج کښې جمود، يو شان والے، غېريت او جنګ غواړي. خو دا خبره ياد ساتل پکار ده چې انتهاګر ګوندونه چې کوم اصطلاحات د خپل فکر وضاحت لپاره استعمالوي، هغه ژور جذباتي کشش لري – د مثال پۀ توګه انتهاګر د “خلافت”، “جهاد” او “شهادت” اصطلاحات استعمال کښې راولي؛ خو چې کله ترې د خلافت، شهادت او جهاد تشريح وغوښتې شي نو بيا مخکښې بيان کړے شوي اجزاء مخې ته راشي.

    انتهاګر چې کله د جهاد او شهادت اصطلاحات استعمالوي نو د قران هغه ټول ايتونه او د پېغمبر صلي الله علېه وسلم هغه ټول حديثونه شا ته وغورځوي کوم کښې چې د دوي د فکر رد وي. صرف هغه ايتونه او حديثونه پۀ دليل کښې وړاندې کوي کوم نه چې د دوي د دليل د تائيد لپاره څۀ پۀ لاس راځي.

    د مثال پۀ توګه “سورة احزاب” او “سورة توبه” د ټولو مفسرينو پۀ نظر کښې يو خاص پس منظر لري خو د انتهاګر سوچ خاوندان دغه سورتونه پۀ عمومي معنیو کښې استعمالوي او داسي ايتونه لکه “لَقَدْ کَرَّمْنَا بَنِيْ اٰدَم” او “وَ يَتَفَکَّرُوْنَ فِيْ خَلْقِ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْض” او لَا اِکْرَاهَ فِي الدِّيْن”، “تَعَالَوْا اِلٰي کَلِمَةٍ سَوَاءٍ بَيْنَنَا وَ بَيْنَکُم” او نور پۀ سوونو ايتونه او حديثونه شا ته وغورځوي. انتهاګر د جهاد شرطونو او د خلافت خاصيتونو باندې دليل نۀ کوي. ميثاق ِ مدينه هېره کړي او د فقهاو هغه ټول بحثونه چې پۀ دې موضوعاتو ئې کړي دي، نه نظر بل خوا واړوي. د دې وړومبي چوکاټ يعني د بنيادګرۍ د فکري بيانيې د څېړنې د چوکاټ دوېمه برخه دا ده چې دا معلوم کړے شي چې بنيادګر سوچ او نظريه د سماج رګونو ته څنګه ننوځي.

    پۀ سيمئيز سماج کښې د بنيادګرۍ د فکر ننوتو مطالعې نه پس دا خبره څرګندېږي چې انتهاګره مفکوره پۀ سماج کښې پۀ درې اړخونو ننوځي.

    د انتهاګر فکر يوه لاره تعليمي نظام دے. نصاب، استاد او پۀ سکول يا مدرسه کښې تعليمي ماحول د انتهاګرۍ بيانيه يا پۀ مخکښې بوځي او يا ئې د تنقيدي فکر تخليقيت او د ايجاد پۀ لاره اچوي. پاکستان کښې د تېرو شوو څلوېښتو کالو نه چې کوم نصاب رائج دے او پۀ کومه طريقه چې دغه نصاب ښودلے کېږي او پۀ سکولونو او مدرسو کښې چې کوم تعليمي ماحول دے، د هغې لازمي نتيجه دا ده چې زلمے کهول يوې غاړې ته د تخليق او ايجاد نه لرې کړے شوے دے او بلې غاړې ته د خپل تاريخ او کلتوري پوهې نه قطع کړے شوے دے. دې سره سره زلمے کهول د انسان موجوده تهذيبي ارتقاء نه هم لرې پاتې کړے شوے. يواځې دا نۀ بلکې زلمے کهول د نوي او روايتي هنرونو پۀ حواله هم نيمګړے دے د څۀ لۀ وجهې چې زلمے کهول د فکري، جذباتي او اقتصادي انحصار ښکار کړے شوے دے.

    د دې تعليمي نظام د وجې نه زلمے کهول د ژوند، سماج، عقيدې، کلتور او سياست د رنګارنګۍ او د تنوع د قبلولو صلاحيت نۀ لري. د زلمي کهول اکثريت منحصر رومانوي تخيل کښې ژوند تېروي او هر مختلف شے ورته خپل دښمن ښکاري. پۀ داسې قسمه ذهني فضا کښې انتهاګر فکر ډېر پۀ اسانه ځېلې جوړوي.

    د انتهاګرو پۀ سماج کښې د ننوتو دوېمه وسيله د رياست پاليسۍ دي چې پکښې د رياست قوانين او داخلي او خارجه پاليسي ټول شامل دي. هر څو پاکستان کښې جمهوري عمل پۀ مخکښې تلو ته نۀ دے پرېښوے شوے؛ د دې لۀ وجې د ملک اکثرې اهمې پاليسۍ د عام اولس پۀ مفاد کښې نۀ دي. پۀ خارجه پاليسۍ کښې کوم چې د پاکستان سيکورټي اسټېبلشمنټ د تېرو څلوېښتو کالو نه خپله کړې ده، د هندوستان او افغانستان غاړې ته يو خاص قسمه فکر لري چې د تراغ فکر دے. د دې فکر او عمل مخکښې وړو د پاره ئې د داسې فکري او وسله وال ګوندونو مرسته او حوصله افزائي کړې ده کومو چې پۀ سماج کښې انتهاګر فکر پۀ مخکښې يوړو او جمهوري او انساني فکر پۀ شا لاړو.

    د انتهاګر فکر پۀ سماج کښې د ننوتو درېمه وسيله هغه مذهبي ګوندونه دي چې د کتابچو، پوسټرو، رېډيو، اخبارونو، رسالو او فتوو پۀ ذريعه انتهاګر فکر سماج کښې خپروي. دغه ګوندونه ډېر منصوبه بندۍ سره د سماج هغه طبقې او خلق هدفوي کوم چې درې قسمه احساسات لري – اول هغه طبقه او خلق کوم چې سماج کښي پۀاقتصادي، سياسي او کلتوري توګه وروستو پاتې شوي وي. دانتهاګرې مفکورې تبليغ کوونکو ته دا خبره معلومه ده چې کۀ د دغه طبقې مخې ته د يو رومانوي دور تصوير کېښودے شي نو دغه طبقو سره تعلق لرونکي خلق، پۀ خصوصي توګه ځوانان به ډېر زر انتهاګره مفکوره قبوله کړي.

    دوېم د انتهاګرې مفکورې مبلغين هغه خلق پۀ ګوته کوي کوم چې د رياستي ادارو نه پۀ يوه حواله يا پۀ بله حواله ګيلې لري. منطق څۀ پۀ دا ډول جوړوي چې چونکې د پاکستان افغانستان رياستي ادارې د طاغوت اېجنټان دي او طاغوت )امريکه، هند او اسرائيل( د ټولې نړۍ مسلمانان ختمول غواړي نو ځکه دغه ادارې د طاغوت پۀ خوښه پۀ عام اولس ظلم زياتےکوي. د انتهاګرې مفکورې د مبلغينو د منطق بله برخه دا ده چې چونکې د پاکستان او افغانستان رياستونه د ‘خلافت’ پۀ لاره کښې خنډان دي نوځکه د دوي پۀ ضد “جهاد” کول فرض وي. د دوي د منطق درېمه برخه دا ده چې چونکې عام اولس د رياستي ادارو پۀ ډاډ د طاغوت کړۀ وړۀ خپل کړي دي نو ځکه حجره، جومات، جنازه، هسپتال، سکول او د عام اولس د راغونډېدو او خېر ښېګړې نور ځايونه ړنګول هم جهاد دے – د دغه منطق پۀ نتيجه کښې ماشومان، زنانه او مزدور کار د ځان وژونکو بريدونو ښکار کېږي چې د کتابِ مقدس او د حديث ټوله ذخيره د دوي غندنه کوي.

    د انتهاګرې مفکورې د څېړنې د چوکاټ درېم اړخ دا دے چې دا وپېژندل شي چې انتهاګره مفکوره پۀ سماج څنګه غلبه حاصلوي؟ د وزيرستان نه را واخله تر سوات پورې چې ترهګر تنظيمونو پۀ کوم ډول غلبه حاصله کړې ده، د هغې تفصيل څۀ دا رنګ دے.

    د ترهګر تنظيمونو قيادت پۀ سماج کښې د انتهاګرې مفکورې ننباسلو نه پس د زلمو او ځوانانو يوه غونډه جوړه کړي او دغه غونډه ځان له يو ځاے وګوري. دغه ځاے يو جومات هم کېدے شي، مدرسه هم کېدې شي او د شاملاتو پۀ جائېداد کښې د نوي عمارت ودرولو صورت کښې هم کېدے شي. چې کله دا دوه کارونه وشي نو بيا د زلمو پۀ ذريعه پۀ سماج کښې يو طرف ته د خېر ښېګړې کارونه شروع کړي چې د عام اولس همدرديانې تر لاسه کړي او بل طرف ته د زلمو نظرياتي او جنګي تربيت هم شروع کړي.

    پۀ دوېمه مرحله کښې پۀ مقامي کچ د وسائلو را غونډولو منصوبه بندي وکړي. پۀ مقامي کچ د وسائلو راغونډولو د پاره پۀ عمومي توګه ترهګر تنظيمونه درې کارونو ته لاس واچوي – اول اول کښې د ‘جهاد’ لپاره او د خېر ښېګړې کارونو د پاره د چندو راغونډولو مهم شروع کړي. د عام اولس نه د خېرات او صدقې راغونډولو پۀ ترڅ کښې هره مياشت پۀ لکهونو روپۍ راغونډوي. چې کله د چندو مهم لږ پۀ مخکښې لاړ شي نو بيا د هغه ځاے کوم ځاے کښې چې ترهګر تنظيمونو خپل مرکز جوړ کړے وي، د معدني او قدرتي وسيلو لټون شروع کړي. لکه پۀ دره ادم خېل کښې د کوئلې غرونه او سوات کښې ځنګل او زمرود – د دره ادم خېل تحريک طالبان او د سوات تحريک طالبان د دې معدني او قدرتي وسيلو پۀ بنياد پۀ کروړونو روپۍ راغونډې کړې وې.

    پۀ مقامي کچ د وسائلو راغونډولو درېمه مرحله کښې ترهګر تنظيمونه د علاقې شتمن خلقو نه پۀ رضا او پۀ زور دواړو پېسې ټکې تروړي.

    دلته دا خبره د ياد وړ ده چې د ترهګر تنظیمونو د زلمو غونډه کښې درې قسمه زلمي شاملېږي. يو هغه زلمي چې پۀ فکري توګه متاثره شوي وي. د دې قسمه زلمو شمېر کم وي. بل هغه زلمي چې د پېسو ټکو د پاره پۀ دې تنظيمونو کښې شاملېږي. د داسې قسمه زلمو شمېر د نظرياتي متاثرينو نه ډېر وي او درېم داسې قسمه زلمي چې سماج کښې د اختيار او قوت خواهش لري.

    د ترهګر تنظيمونو پۀ سماج د غلبې حاصلولو درېمه مرحله هغه وخت راشي چې کله د تربيت يافته زلمو انساني وسائل هم حاصل کړي او پۀ مقامي کچ د مادي وسيلو حاصلولو مقصد هم تر ډېره حده پوره کړي. پۀ دې مرحله کښې د سماج هغه ټول سياسي، سماجي، اقتصادي او کلتوري اختيار لرونکي خلق د منځه يوسي چې يو سماجي خلاء پېدا کړي. پۀ قبائیلي سيمو )چې اوس د خېبر پښتونخوا ضلعې دي( کښې او پۀ ملاکنډ ډويژن کښې پۀ زرګونو داسې خلق ترهګر تنظيمونو پۀ ډېر غېر انساني مرګ ووژل. د دې عمل پۀ ذريعه ترهګر تنظيمونه دوه مقصدونه تر لاسه کړي – يوې غاړې ته کلتوري، سماجي او سياسي خلاء پېدا کړي او بلې غاړې ته پۀ سماج کښې وېره پېدا کړي. د نفسياتو، بشرياتو او سماجياتو د ماهرينو دا خيال دے چې وېره يو روغ رمټ انسان کښې درې قسمه نفسياتي اثرات زېږوي: يو دا چې د وېرېدونکي انسان او سماج پۀ خپل وجود او سوچ اعتماد ختم شي. دوېم دا چې د سوچ د عدم اعتماد پۀ سوب د ابلاغ صلاحيت ته ډېر زيان ورسي. اولس پۀ چم ګاونډ کښې پۀ اشارو او کنايو خبرې کولې شي، د زړۀ د خلاصه اظهار نۀ شي کولے. درېم دا چې د عدم تحفظ د يو ژور احساس پۀ ولقه کښې راشي. د دې درې واړو اثراتو پۀ نتيجه کښې فرد او سماج خپل اختيار پۀ اسانه پرېږدي.

    پۀ څلورمه مرحله کښې ترهګر تنظيمونه دغه وېره پۀ ټول سماج کښې خوره کړي. د دغې وېرې پېدا کولو دوه مقصدونه وي:

    يو مقصد خو دا دے چې سماج د نورو سيمو نه قطع کړي چې سحر ماښام هم انتهاګرې مفکورې ته غوږ ونيسي او بلې غاړې ته د عام اولس اکثريت ته دا ثابته کړي چې هم دغه تنظيمونه د نفاذ اختيار لري او پۀ نتيجه کښې عام اولس د رياستي ادارو مرسته پرېږدي.

    پۀ سماج د غلبې حاصلولو پینځمه مرحله کښې ترهګر تنظيمونه رياستي ادارې پۀ نخښه کوي. پۀ رياستي ادارو کښې امنيتي ادارې لکه پوليس پۀ خصوصي توګه هدفوي. پۀ پښتونخوا او پۀ قبائیلي سيمو کښې پۀ زرګونو پوليس او اېف سي ځوانان ووژلے شو او دا عمل لا جاري دے. د دې مرګونو لازمي نتيجه دا وي چې رياستي ادارې پۀ شا شي او ترهګر تنظيمونو ته پۀ سماج د غلبې حاصلولو لاره اسانه شي.

    د سماج د غلبې حاصلولو شپږمه مرحله کښې ترهګر تنظيمونه د علاقې جرائم پېشه خلق ځان سره راونغاړي. د دې يو مقصد خو دا دے چې ترهګر تنظيمونو ته د ټوپک چلولو خلق تر لاسه شي او بل مقصد ئې دا وې چې جرائم پېشه عموماً د وسلو د کاروبار نه زيات خبر وي؛ وسله پۀ کوم ځاے کښې اخستې کېږي، پۀ کومه لار منتقل کېږي او د وسلو د خرڅ او بيعې خبرې اترې څنګه کېږي، جرائم پېشه خلق د دې نه ښۀ خبر وي. دغسې ترهګر تنظيمونه د دې جرائم پېشه خلقو پۀ سوب وسله حاصله کړي او جرائم پېشه خلقو ته دا فائده حاصله شي چې مخکښې به ئې کوم جرمونه کول؛ اوس هم هغه کارونه د “جهاد ” او “شريعت” پۀ ترڅ کښې ډېر پۀ اسانه کو لے شي.

    پۀ سماج د ترهګر تنظيمونو اوومه او اخرۍ مرحله کښې ترهګر تنظيمونه يو متوازي عدالتي او انتظامي نظام جوړ کړي او پۀ سماج کښې بيا څوک هم داسې نۀ وي پاتې چې دغه نظام او دغه اختيار چېلنج کړي. د دې مرحلې نه پس عمومًا تجارت او مارکيټ ختم شي، زنانه د کورونو نه بهر نۀ شي راوتلې او نارينه د يو شديد قسمه فکري او سياسي غلامۍ ښکار شي. ترهګر تنظيمونه دې ته شرعي نظام وائي او پۀ دې شرعي نظام کښې عام اولس نۀ څۀ خبره کولې شي، نۀ سوچ کولے شي، نۀ خپل روايات جاري ساتلے شي او نۀ څه کار کسب کولے شي. پۀ علاقه يوه مرګونې خاموشي خوره شي. لطيفه فنون لکه موسيقي، شاعري، ناسته پاسته، جرګې مرکې او اخترونه ټول ماتم ماتم شي. چې څوک هم د دغه نظام کرښې نه لږه هم پښه بهر کړي، د هغۀ بده ورځ وي. انفرادي او اجتماعي توګه باندې عزت نفس ترمې ترمې شي. پۀ مادي او تخليقي توګه ټول سماج شنډ شي او بيا صرف د جنګ نغارې غږېږي.

    د انتهاګر مفکورې دوېم چوکاټ دا دے چې د دې کلتوري، سياسي، اقتصادي او ستراتیژک اړخونه وپېژندے شي.

    کۀ د پښتنو پۀ سيمه روانې ترهګرۍ ته لږ پۀ غور وکتے شي نو پۀ تسلسل سره هغه څيزونه مات کړے شوي يا زيان کړے شوي دي چې کوم د پښتنو د شناخت تاريخي تسلسل سره د دوي هرګوندېزۍ )پلورلزم( سره د دوي ژوند ژواک سره، د دوي سماجي جوړښت سره، د دوي اولسي ژوند سره، د دوي تخليقي ژوند سره، د دوي فولکلور او د دوي د عقيدو سره تعلق ساتي.

    کۀ د نړۍ پۀ تاريخ نظر واچولے شي نو دا معلومه خبره ده چې سامراجي او فسطائي تحريکونو د بېلابېل ټولنو او قامونو پۀ مستقل حېث پۀ خپل اختيار کښې راوستو لپاره د ټولنو او قامونو کلتور او ژبه لۀ منځه وړي دي – د هر قام او ټولنې کلتور څلور برخې لري – يوې برخې ته مونږ تاريخي او تقابلي کلتور وئیلے شو چې پکښې د ټولنې تاريخي اثار، فولکلور او ژبه شامله وي. تاريخي يا تقابلي کلتور د يو قام يا ټولنې د شناخت تسلسل او اجتماعي پوهه او د هغې تهذيبي قدرونه پۀ ارتقائي حېث قائم ساتي – چې د يوې ټولنې او سماج دغه تاريخي تسلسل مات شي او دغه اجتماعي پوهه معدوم شي نو قام، سماج او ټولنه معدومه شي. کۀ د باميان او جان اباد سوات د بدها مجسمې نړېږي او کۀ د رحمان بابا مزار رالوېږي، کۀ د اجمل خټک پۀ مزار ګزار کېږي او کۀ د حاجي صيب ترنګزئ پۀ مزار جوړ شوي جومات باندې قبضه کېږي، کۀ ادبياتو باندې د نړيوال سلفي جهادي اثرات غلبه کوي او کۀ ډاکټر نجيب الله پۀ غېر انساني طريقه شهيد کولے شي او کۀ ټپې او چاربېتې حرام ګرځولې کېږي؛ دا ټول به د پښتون افغان د شناخت پۀ تاريخي تسلسل ماتېدو او د اجتماعي پوهې پۀ جمود تمامېږي.

    د پښتون افغان پۀ تاريخي تسلسل دغه حملې القاعده، تحريک طالبان پاکستان، تحريک طالبان پنجاب، لشکر جهنګوي، جېشِ محمد، لشکر اسلام، تحريک طالبان افغانستان، اسلامک مومنټ اٰف ازبکستان، حقاني نيټ ورک، حزب اسلامي افغانستان، د کونړ سلفي جهادي تنظيم او نورو ډېرو غېر رياستي ترهګرو تنظيمونو پۀ بېلابېلو وختونو کښې کړې دي. اګر کۀ تر اوسه دغه بريد کوونکي تنظيمونه پۀ دې کښې بريالي شوي نۀ دي خو کۀ دا عمل جاري ؤ نو لرې نۀ ده چې فسطائي تحريک پۀ دې کښې کامياب شي او کۀ داسې وشوه نو دا به د پښتنو د ټولنې د معدوميت پۀ لور يو غټ ګام وي.

    د يو قام د کلتور دوېمې برخې ته مونږ اولسي يا اجتماعي کلتور وئېلے شو – حجره، جومات، جرګه، اشر، لوبې، يو ځاے رسمونه پوره کول، وادۀ ښادي او هغه ټول مظاهر چې د پښتنو د راغونډېدلو سوب جوړېږي؛ پۀ اولسي يا اجتماعي شمېر کېدے شي. د يوې شعوري تګلارې او منصوبه بندۍ پۀ بنياد پۀ پښتنه سيمه حجره جومات، جرګه مرکه، د ځوانانو هلکانو او جونو لوبې، جنازې او د راغونډېدلو ټولې وسيلې پاتې او پرې کړې شوې. د پښتنو پۀ اولسي ژوند بريدونه هم هغه تنظيمونو کړي دي کوم چې مخکښې ذکر کړے شو. د کلاسيکي فسطائي تحريک پۀ طرز دې ټولو تنظيمونو پۀ بېلابېلو وختونو کښې هم پۀ دې اتفاق کړے دے چې د پښتنو اولسي ژوند به راغونډېدو ته نۀ پرېږدو.

    د کلتور درېمه برخه د يو قام یا سماج تخليقي ژوند ته وئیلے شو. دا د يوې ټولنې د روح، احساساتو او جذباتو اظهار وي. دې کښې شاعري، موسيقي، اتڼونه )رقصونه(، تهېټر، ادبيات او جمالياتي فلسفه شامله ده.

    د تېرو شوو څو لسیزو نه د پښتونخوا د نغمو او اوازونو مرۍ خپه کړې شوې ده، د شپونکي شپېلۍ غلې کړې شوې ده، نغمه ګران د خپلې خاورې نه بې کوره کړے شوي دي، د اتڼ حرکتونه پۀ ځاے ودرولے شوي دي، تهېټر او ډرامه ختمه کړې شوې ده – د پښتونخوا چم او کوڅو کښې بس يو د ماتم سازونه غږېږي. پۀ بله معنٰي د پښتونخوا روح مړ کړے شوے دے – کۀ د پښتونخوا ټولنې د دې څۀ فکر ونۀ کړو نو د پښتونخوا تخليقي وجود به ترمې ترمې شي.

    د دې دوېم چوکاټ دوېم اړخ اقتصاد دے – د انتهاګر فکر د اقتصاد اړخ پېژندلو لپاره پۀ دې خبره پوهېدل ضروري دي چې د بېلابېلو مطالعاتي راپورونو نه دا خبره څرګنده شوې ده چې د ترهګرۍ غربت سره برا ه راست څۀ تعلق نشته؛ اګر چې غربت د ترهګرۍ لپاره خشاک زياتولے شي. دا خبره هم پېژندل پکار دي چې ترهګر تنظيمونو او ادارو د ترهګرۍ او جنګ خپل اقتصاد او مارکيټ جوړ کړے دے. د تښتولو او اغوا کارۍ نه واخله د منشياتو د سمګلنګ پورې دغه مارکيټ ښۀ پراخه کاروبار لري. دغه کاروبار سره پۀ زرګونو خلق تړلے شوي دي. يوې غاړې ته د جنګ او ترهګرۍ مارکيټ جوړ کړے شوے دے او بلې غاړې ته د پښتونخوا مارکيټ او اقتصاد پۀ خصوصي توګه او د پاکستان او افغانستان پۀ عمومي توګه تباه کړے شوے دے. تر څو چې د جنګ او ترهګرۍ مارکيټ او اقتصاد د امن اقتصاد کښې نۀ وي بدل کړے شوے؛ تر هغه د پښتنو پۀ سيمه ترهګرۍ ته زيان نۀ شي رسېدے.

    د ترهګرۍ او انتهاګرۍ د څېړنې د دوېم چوکاټ درېم اړخ سياسي دے. دا خبره دې معلومه وي چې انتهاګر تنظيمونه پاکستان او افغانستان کښې د خلافت او شريعت پۀ ترڅ کښې خپل دولتونه جوړول غواړي. انتهاګر فکر جديد نړيوال رياستي نظام ړنګول غواړي کوم چې د دې دور تهذيبي ارتقاء سره هېڅ علاقه نۀ لري. انتهاګر تنظيمونه پۀ اوله مرحله کښې پۀ افغانستان او پاکستان قبضه کول غواړي. د جمهوري ادارو پۀ اٰمرانه ادارو بدلول غواړي ځکه د انتهاګر فکر مبلغين پۀ تسلسل سره جمهوري نظام ته د کفر نظام وائي، جمهوري نظام سره تړلي سياسي ګوندونه خپل دښمنان ګڼي او چې کله ئې هم وس بر شي نو سياسي کارکنان او قائدين لۀ منځه وړي. هغه ټول سياسي ګوندونه کوم چې پۀ يو شکل کښې يا پۀ بل شکل کښې انتهاګر تنظيمونو سره همدردۍ لري، هغوي ته دې دا معلومه وي چې کۀ نن دے کۀ سبا؛ د ترهګرۍ د قيمه کښ لاندې به د هغوي څټونه هم راځي.

    د ترهګرۍ د څېړنې د دوېم چوکاټ څلورم اړخ ستراتېژک دے.

    د پاکستان د فوجي اٰمرانو جنرل ضياء الحق او جنرل مشرف پۀ حکومتي دورونو کښې يوې غاړې ته د انتهاګر فکر نظرياتي او فوجي انفراسټرکچر تيار کړے شو او بلې غاړې افغانستان او هند کښې د غېر رياستي تنظيمونو د فعاليت پۀ سرکاري توګه مرسته وکړې شوه. افغانستان کښې اول د مجاهدينو مرسته وشوه او بيا د طالبانو دولت ودرولے شو. افغانستان کښې د طالبانو دولت د پاکستان، سعودي عرب او متحده عرب اماراتو نه علاوه بل يو رياست هم نۀ ؤ تسليم کړے او چې کله نړيوال رياستونو افغانستان کښي د طالبانو دولت ړنګ کړو نو د کوئټې شوريٰ او حقاني نيټ ورک د پاکستان خاورې نه د افغانستان د دولت پۀ ضد جنګ شروع کړو.

    مرکزي اسيا ته لار جوړولو لپاره او افغانستان کښې د خپلې خوښې دولت قائمولو لپاره د پاکستان فوجي اسټېبلشمنټ د انتهاګرۍ پۀ ضد دوه مخيزه پاليسي خپله کړه. هغه انتهاګر تنظيمونه چې د هند او افغانستان پۀ ضد جنګ کوي، هغوي ته ‘ښۀ طالبان’ او کوم چې د پاکستان پۀ ضد جنګ کوي، هغوي ته ‘بد طالبان’ وئیل شروع شو. د بدو طالبانو پۀ ضد فوجي عمليات شروع شول او د ښۀ طالبانو د پاره د سياسي مرستې عمل شروع شو. ډېر څېړونکي پۀ دې خبره هم لا شکمن دي چې ګنې د پاکستان فوج چرته هم پۀ رښتيا د ترهګر تنظيمونو پۀ ضد عمليات کړي وي. پۀ سوات، باجوړ، وزيرستان او نورو ځايونو کښې چې د ترهګر تنظيمونو پۀ ضد کوم عمليات شوي دي، پۀ هغو کښې د ترهګر تنظيمونو قيادت او بشپړ جال ته څۀ ډېر زيان نۀ دے رسېدلے. دا خبره د فکر وړ ده چې ترهګر تنظيمونه پۀ يوه ورځ پېښور، نوښار، چارسده او کراچۍ کښې د پوليو کارکنان وژلے شي او پۀ پېښور کښې دننه د پښتونخوا سينئیر وزير بشير بلور شهيد کولے شي.

    څېړنکاران پۀ دې خبره اتفاق لري چې د ترهګر تنظيمونو پۀ ضد عمليات هله بريالي تصور کېدے شي چې پکښې د دوي مرکزونه ړنګ شي او بشپړ جال ئې مات شي؛ او دا هله کېدے شي چې داسې عملياتو ته سياسي مرسته حاصله وي، د يو خاص وخت لپاره وي او د عملياتو احتساب کېدے شي. د دې لپاره دا خبره د لازم او ملزوم حېثيت لري چې يوې غاړې ته د ستراتیژک پاليسۍ جوړولو اختيار پارلېمان ته او منتخب حکومت ته پرېښودے شي او بلې غاړې ته دې پۀ موجوده ستراتیژک پاليسۍ يو ځل بيا ژور نظر واچولے شي. ستراتيژک، اقتصادي او د بهرنیو چارو پاليسۍ د اولس د ضرورتونو، خواهشونو او وړاندېزونو پۀ بنياد جوړول ضروري دي او کۀ داسې ونۀ شي نوې يو غاړې ته رياست پۀ سيمئيز او نړيوال کچ يواځې والي ته لاړ شي کوم چې پۀ موجوده دور کښې د ځان د وژلو برابر خبره ده او بلې غاړې ته اولس د اقتصادي او ټولنيزو ستونزو سره مخ شي.

    د افغانستان او هند سره سره د سيمي رياستونو او نړيوال رياستونو لپاره د پاکستان موجوده ستراتیژک پاليسۍ د تېرو شوو څلورو لسیزو نه د پاکستان پۀ زمکه پۀ عمومي توګه او د پښتنو پۀ سيمه پۀ خصوصي توګه مسلسل وينه بهيولې ده – د پاکستان او د پښتنو پۀ سيمه اوسېدونکي اولسونه دا تصور لري چې د پاکستان فوج پۀ يوه حواله يا بله حواله د انتهاګر فکر او د ترهګر تنظيمونو مرسته کوي. دا تصور د پاکستان رياست د ثبات د پاره پۀ راتلونکي کښې ډېر لوے زيان لري. دغه تصور شايد هم د دې نه پېدا شوے دے چې د پاکستان فوجي اسټېبلشمنټ يو قسمه د ترهګرو پۀ ضد عمليات کوي او بل قسمه ترهګر تنظيمونو ته لار ورکوي.

    پۀ سيمئيز کچ دا خبره ضروري ده چې پاکستان، افغانستان او امريکه پۀ اوسني ستراتیژک صورتحال اتفاق وکړي او جلا جلا مفاداتو کښې مشترکه مفادات ولټوي. د پاکستان د پاره دا خبره هم ډېره ضروري ده چې ايران او هند سره د ترهګرۍ پۀ ضد خپل يو شان والے راولي. د پاکستان او افغانستان دولتونو د پاره دا خبره هم ډېره ضروري ده چې پۀ عرب ملکونو فشار راوړي چې د انتهاګر فکر لرونکي تنظيمونو سره مالي مرسته پرېږدي.

    د امريکې او افغانستان لپاره دا خبره ضروره ده چې د پاکستاني دولت حساسيت پۀ نظر کښې وساتي او د ترهګرۍ پۀ ضد جنګ کښې د پاکستان دولت سره خپله تګلاره وخت پۀ وخت شريکوي. د ترهګرۍ پۀ ضد عملياتو کښې يوه لار د مفاهمتي سياسي عمل لاره هم شامله ده. ترهګر تنظيمونو سره خبرو اترو کولو کښې ډېرې ستونزې دي –

    اولنۍ ستونزه خو دا ده چې کوم تنظيم سره مذاکرات پکار دي؟ دوېمه ستونزه دا ده چې دا مذاکرات به څنګه کېږي او درېمه ستونزه دا ده چې د دې مذاکراتو نتيجه به څۀ وي او د نتيجې ذمه وار به څوک وي؟ پاکستان کښې تر اوسه ترهګر تنظيمونو سره اووۀ ځله معاهدې شوې دي خو د دغه معاهدو څۀ نتيجه نۀ ده راوتې.

     

  • پښتون قامي غورځنګ ته د انټلېکچول بنیاد اړتیا او “پښتون” مجله – ډ. خادم حسېن

     

     

     

    ‎سیاست د عقل او مفکورې پۀ بنیاد د ټولنیز اختیار، پۀ وسیلو د اجتماعي واک او دغه اختیار او واک د پاره پۀ خپله د حکومتولۍ سازولو او نظام جوړولو او چلولو د حق د پاره د ستراتیژۍ، تګلارې، او کړنلارې جوړولو او هم پۀ دغه بنیاد پۀ خپله رضا اجتماعي او منظمو منډو ترړو او هلو ځلو ته وائي. بیا چې کله دغه سیاست د روښان فکره قامي او ملي ګټو چار چوکاټ کښې وي نو د قام او ملت د نن، پرون او سبا جاج اخستل، د ملت د مادي او شعوري حال تجزیه کول او د ملت د پاره د ګټو تر لاسه کولو د پاره پۀ تدریجي توګه تګلارې ټاکل او د ملي او قامي تنظیم جریان ساتل د دې سیاست واجبې برخې شي. اګرچې د تنظیم بشپړتیا او پراختیا د پاره د جوش، جذبې او عاطفې ضرورت هم منلے حقیقت دے، خو د مرام او اهدافو د حصول د پاره د عقلاني مفکورو نه پرته د دغه جوش او جذبې خاورې کېدل ‌‌‌‌‌‌ډېر امکان لري چې پۀ نتیجه کښې ئې د زړونو د ماتېدو وېره وي.

    ‎د تېرو شوو څو لسیزو نه پۀ پښتون افغان ملت د جنګ رومانیت او د مرګ وحشت ور تپلے شوے دے. ‎د جنګ رومانیت او د مرګ د وېرې وحشت د یوې سیکې دوه اړخونه دي. دواړه د یوې وړوکې طاقتورې طبقې د تجارت لویې ذریعې دي. داسې ښکاري چې مارکیټ او ریاست دواړه د دې طاقتورې طبقې ولقه کښې دي نو ځکه د وحشتناک رومانیت او روماني وحشت ګوزون کوونکې مفکورې د عمومي انسانانو او قامونو رګونو کښې ټومبلو د پاره دوي یو بل سره مرسته کوي.

    ‎دې عمل سره یوې غاړې ته بې اختیاري زېږېدلې ده او بلې غاړې ته بې اختیاره قامونو اولسونو کښې د عجلت او ځان ځانۍ نفسیات تشکیل شوي دي. قامي او ملي غورځنګ تر دې حال د زغم، صبر او اجتماعیت روحیه ځکه باقي وساتلې شوه چې د تنظیم، تربیت او مزاحمت پۀ وساطت ئې د ملي غورځنګ انټلیکچول بنیاد دائم وساتلو.

    ‎د تهذیبونو نه پرېکېدونکے تسلسل او تدریجي عمل، د بشر د تکریم مفکوره او د قامي شناخت نه زېږېدلے د خاورې دانش او حکمت د جنګ د رومانیت او د مرګ د وحشت د دغه تجارت پۀ لار کښې تر ټولو لوې خنډان دي؛ ځکه نو کله د ریاستي نېشنلزم د تقدس پۀ وسیله، کله د مصنوعي ‌‌‌‌‌‌ډوېلپمنټ پۀ نوم او کله د عقیدې او د مذهب د بقاء پۀ اندېښنه د دغه درې واړو د تحلیل کولو او ماتولو هڅې کوي. د ریاستونو ځان له دښمنان پېدا کول، د جنګ اقتصاد زېږول او د مذهبي توند روۍ او ترهګر معیشت ودرول د انسانانو او قامونو پۀ مړو د دې طاقتورې طبقې د سیاست ښکاره دسیسې دي.

    ‎نن دور کښې پښتانۀ افغانان، سرائیکان، بلوڅان، سندهیان، بلتستیان، ګلګتیان، کشمیریان، فلسطینیان، کردان او د نړۍ نور ‌‌‌‌‌‌ډېر قامونه د ریاستونو او مارکیټ دې جبر سره مخ دي. د ویلې کېدو او ماتېدو د دې جبر نه ژغورنې د پاره د دې قامونو ځائي قیصې خوندي کول، د دوي فولکلور ژوندے ساتل‌، د دوي شاعري او سندرې ‌‌‌‌‌‌ډیجیټلائز کول او د دوي ژبه او تاریخ د انفوټیکنالوجي پۀ وساطت خپرول به د دې ښکار شوي قامونو د سیاسي واک د مبارزې اساس جوړوي. دې سره څنګ تر څنګ د مادي وسیلو جاج اخستل، د روانو حالاتو تجزیه کول او تدریجي تګلارو څېړل د ملي او قامي غورځنګ او تحریک انټلېکچول بنیاد جوړوي.

    ‎سیاسي مبارزه باید منظمه وي، واضح مرام او تګلاره ولري؛ د هر قسمه تشدد، نفرت او انتقام نه پاکه وي او قام کښې باید د بېلا بېلو طبقو پرېکون وګنډي. محکومو قامونو کښې د علم او تحقیق خاوندان او لیکوالان باید د دوي د قامي سیاست مبارزې د پاره سائنسي اساس جوړ کړي. تر ټولو مهمه خبره دا ده چې د وحشتناک رومانیت او روماني وحشت د مفکورې ماتولو د پاره د محکوم قامونو تر منځه پۀ څۀ نه څۀ شکل کښې ایتلاف او اتحاد منځ ته را‌وړي.

    ‎لازم دا ده چې د ګوزن پېدا کوونکې مفکورې پۀ ضد د یو نوي جهان خوب ژوندے وساتلے شي. دا د قامي مبارزې سره سره بشري او تهذیبي مبارزه هم ده.

    ‎د خاورې نه د راټوکېدلي او د ښکته نه د پېل شوي د باچا خان د ملي او قامي تحریک د “پښتون” مجلې پۀ ذریعه دغه انټلېکچول بنیاد تر اوسه دائم ساتلے شوے. د بېلګې پۀ توګه د افغانستان د سل کلن استقلال پۀ ویاړ د “پښتون” مجلې د اګست 2019 خصوصي ګڼه وړاندې کوم.

    د “پښتون” مجلې د اګست خصوصي ګڼه چې ‎د افغانستان د خپلواکۍ د سلمې کلیزې پۀ ویاړ پۀ ځانګړې توګه چاپ شوې ده، محض د استقلال تاریخي ارزښتونه نۀ رابرڅېره کوي یا محض د “پښتون” مجلې د تاریخ د یو-نوي کلونو د پنګې لړۍ نۀ غزوي بلکې دا ګڼه د پښتون-افغان سیمې د سماجیاتو، سیاسیاتو، فلسفې، کلتور، ادب، فرهنګ او تاریخ یو ناویاته دستاوېز هم خوندي کوي. دې خصوصي ګڼې د پښتون افغان قام او د دې سیمې د پرون د تګلارو سائنسي پلټنې، د نن د ننګونو عقلي څېړنې او د سبا د امکاناتو منطقي جاج اخستے دے. دا ګڼه د سیاسي کارکنانو، پۀ دې سیمه د تحقیق کوونکو، فرهنګیالانو او د فنونو د ماهرینو د پاره یو ځاے او پۀ یو شان ارزښتمندي لري. د دې ګڼې ټائټل، د مقالو ترتیب او د تحقیق معیار دا ګڼه د علمي حوالو د یو پراخه سر چینې پۀ توګه معرفي کوي.

    ‎دې ګڼه کښې استاذ عبد الغفور لېوال، استاذ دروېش دراني، ‌‌‌‌‌‌ډاکټر اشرف غني، دکتور پوهاند وقار علي شاه، دکتور پوهاند فضل رحیم مروت، خان زمان کاکړ، بېدار اصلزي، عبدالرؤف رفیقي، داود اعظمي، عبدالرحیم بختاني، فېصل فاران، نور الامین یوسفزي، اسیر منګل، شمس بونېري، ډاکټر لطیف یاد، محبوب شاه محبوب، صادق ژړک، نائیله صافۍ، همدرد یوسفزي او نورو محققینو او روښان فکره دانشورانو د استقلال پۀ تاریخ، د افغان ټولنیزو ساختونو او تنظیم، د خپلواکۍ پۀ محرکاتو او عواملو، د قامي تحریک او د استقلال پۀ نۀ بېلېدونکیو اړیکو، افغان ټولنه کښې د فلسفیانه روایت پۀ ارتقاء، پۀ ټولنیزو نفسیاتو، د شاه امان الله خان د واکمنۍ او جلا وطنۍ پۀ محرکاتو، د ‌‌‌‌‌‌ډیورنډ پۀ کرښه او پۀ ټولنیزې ارواپوهنې د خپل مودو مودو د تحقیق، مشاهداتو او تجرباتو نچوړ د لوستونکو مخښې ته ایښے دے. د دې دور د لوړو محققینو، روښان فکرانو او منورینو دغه لیکونه او مقالې پښتون-افغان ټولنه کښې د علم د پېداوار یو مهم پړاو پۀ ګوته کوي. ما پۀ خپله مقاله کښې چې ‘د پښتون قامي تحریک یوه پېړۍ’ پۀ موضوع لیکلې شوې ده، د دې سیمې د سلو کالو د اولسي سیاسي عمل، سیاسي فکر او سیاسي تګلارې تلخیص وړاندې کړے دے.

    ‎د “پښتون” مجلې دا ګڼه د پښتو د فرهنګ او نثر روایت کښې د کلاسیکي اسلوب، د جدیدې محا‌ورې او د ما بعد جدیدیت د متن د تخلیق ځانګړې ګلدسته ښکاري. د “پښتون” مجلې دې ګڼې د پوخ عمر د منورینو، د منځني عمر د دانشورانو او د ځوان کهول د فکرونو د غزونو یو نایابه توازن منځ ته راوستے دے.

    د تېرو شوو څو لسیزو نه پۀ پښتون افغان ملت د جنګ رومانیت او د مرګ وحشت ور تپلے شوے دے. ‎د جنګ رومانیت او د مرګ د وېرې وحشت د یوې سیکې دوه اړخونه دي. دواړه د یوې وړوکې طاقتورې طبقې د تجارت لویې ذریعې دي. داسې ښکاري چې مارکیټ او ریاست دواړه د دې طاقتورې طبقې ولقه کښې دي نو ځکه د وحشتناک رومانیت او روماني وحشت ګوزون کوونکې مفکورې د عمومي انسانانو او قامونو رګونو کښې ټومبلو د پاره دوي یو بل سره مرسته کوي.

    ‎د پښتون-افغان وطن د ټولنې د تاریخ دې مهم پړا‌و کښې د فکر او تخلیق پۀ داسې پراخه بڼه راغونډول هم د دې خصوصي ګڼې ناویاته ځانګړتیا ده. دې ګڼه کښې د خېبر پښتونخوا، د جنوبي پښتونخوا او د بر وطن افغانستان د ‌‌‌‌‌‌ډېرو مهم فکر سازوونکو منورینو لیکونه ځاے کړے شوي دي. څنګه چې د یو قام کلتوري، فرهنګي او فکري ماتېدل د هغه قام محکومیت دوامداره کوي؛ هم دغسې کلتوري، فرهنګي او فکري اشتراک د قام د خپلواکۍ لارې اسانوي. دا فکري او علمي اشتراک د قام او وطن سیاسي تحریکونو ته علمي بنیاد بخښي. دا کرېډټ هم د باچا خان مجلې ته حاصل شو چې د پښتون افغان وطن فکري وحدت ته ئې یو پلېټ فارم ور وبخښلو.

    ‎زۀ دا خبره وثوق سره کولې شم چې د “پښتون” مجلې د دې خصوصي ګڼې د مشر مدیر حیات روغاني، اعزازي مدیر فېصل فاران او مرستیالانو سمیع الدین ارمان، سجاد ژوندون او نائیله شمال دغه زیار به د پښتنې ټولنې د علمي، تحقیقي، مطبوعاتي او رسنیز تاریخ مهمو پړا‌وونو کښې شمارلے کېږي.

    ‎‎د ‘پښتون’ مجلې د افغانستان د استقلال پۀ ویاړ ‌د ‎اګست ځانګړې ګڼه کښې ټول لیکونه او مقالې د علم، پوهې او معلوماتو سترې پانګې دي خو زما پۀ اند یو څو مقالې د لازم لوستې حېثیت لري.

    ‎د بېدار اصلزي مقاله ‘افغانستان کښې د فلسفیانه روایت ارتقاء’ دا قدر و قیمت لري چې چرته یو پوهنتون ته دې د اېم فل یا پي اېچ ‌‌‌‌‌‌ډي د ‌‌‌‌‌‌ډګرۍ تر لاسه کولو د پاره د تهیسس د پروپوزل یا سائنوپسس پۀ حېث وړاندې کړې شي. دې مقالې زۀ دې ته وهڅولم چې د برټرېنډ رسل ‘اٰ‌ؤټلائن اٰف فلاسفي’ او د نوول هراري ‘ټونټي فرسټ لېسنز فار ټونټي فرسټ سنچري’ زر تر زره پښتو ته وژباړم.

    ‎د استاذ بهاء الدین مجروح مقاله ‘د افغانستان د تاریخ مهم خصوصیات’ د بشر پوهنې پۀ روایت کښې د تاریخ پوهنې او تاریخ لیکنې بې سارې بېلګه ده. دې مقالې لوستو نه وروستو ما ته داسې ښکاره شوه چې د افغانستان پۀ تاریخ او ټولنه د سلګونو کتابونو د لوستو نه وروستو مې د دغه کتابونو نچوړ او پایله ولوسته.

    ‎د استاذ عبدالغفور لېوال مقاله ‘پۀ افغانستان کښې د سیاست افتونه او زیان پېژندنه: د افغاني سیاست سایکولوژي او ایکولوژي’ د دې وړ ده چې هر افغان ځوان دې ولولي. افغانستان کښې د عصري سیاست پۀ حقله دومره مدلل او اغېز ناکه لیکنه لا تر اوسه زما لۀ نظره نۀ ده تېره شوې.

    ‎د خان زمان کاکړ مقاله ‘د افغانستان سل کلن استقلال او پښتون قامي تحریک’ د پښتنو افغانانو وطن کښې د سمونپالنې او خپلواکۍ د تحریکونو منځ کښې مهینې فکري او سیاسي اړیکي پۀ محکم دلیلونو څرګندې کړې دي. دا مقاله پۀ سیمئیز کچ د پښتون-افغان ملت د روښانفکرانو تر منځه د فکري اتحاد و ایتلاف بنیاد ګرځېدے شي.

     

  • د ‘پښتون قامي تحریک’ یوه پېړۍ

    “د افغانستان او ازادو قبائیلو حالت چې مې ولیدو او پینځلس کاله مې پۀ هندوستان، قبائیلو او افغانستان کښې غورزې پرزې وکړې نو پۀ دې نتیجه ورسېدم چې انقلاب د منډې کار او دومره اسان څیز نۀ دے؛ انقلاب د سړې سینې کار دے – انقلاب علم او پوهه غواړي – انقلاب عالمان او پوهان غواړي چې د قام تربیت وکړي او انقلاب ته ئې اماده کړي. انقلاب د پاره د اشخاصو ضرورت دے. تۀ ګوره چې زمونږ جذباتي ملګري څومره پۀ جوش راوتلي وو، ټول لاړل خوارۀ شول.
    نو کښېناستم، د ځان سره مې فکر وکړو– نو پۀ دې نتیجه ورسېدم چې زمونږ د قام نۀ د تجارت خوا ته توجه شته، نۀ د صنعت خوا ته، نۀ د زراعت خوا ته او نۀ د تعلیم خوا ته. د بلې خوا نه پۀ رسمونو او رواجونو کښې تر غوږونو ډوب دي. پۀ خانه جنګیو اخته دي – داسې قام انقلاب نۀ شي راوستے او دا قام د دې بلاګانو نه خلاصول پکار دي چې سیاسي شعور پکښې راشي او دا کار یو پُر امنه فضا غواړي. تر دغه وخت زۀ پۀ دې عقیده وم چې دا ټول کارونه انقلاب غواړي. تشدد راته د انقلاب نزدې او د کامیابۍ لار ښکارېده خو د تجربې نه وروستو راته معلومه شوه چې د جنګ پۀ وخت کښې اسونه نۀ تیارېږي – نو ځکه مې اراده وکړه چې خپل کلي ته واپس کېږم او د عدم تشدد د اصولو پۀ بناء به کار کوم. اول به د انقلابي اشخاصو د تعلیم او تربیت د پاره قومي مدرسې جوړوم – نو ځکه اتمانزو ته راغلم نو د هغه مدرسو بېرته جاري کولو کوشش مې کولو چې پېرنګیانو د جنګ پۀ زمانه کښې بندې کړې وې.”
    باچا خان، زما ژوند او جدوجهد،
    پېښور، باچا خان ټرسټ رېسرچ سنټر، څلورم چاپ، 2018، مخ 164

    برني اقتباس کښې باچا خان پۀ خپله د ‘پښتون قامي تحریک’ پس منظر، مفکورې، تګلارې او مرام انکشاف کړے دے.
    چې د ‘قامي تحریک’ خبره کېږي نو دا مهمه خبره ده چې د قام او تحریک د اصلاحاتو صراحت سره وضاحت وشي.
    دا معلومه خبره ده چې د هر انسان زېږېدنه یو مخصوص زمان او مخصوص مکان سره تړلي وي. پۀ فطري توګه دا ټوله کُره د بېلابېلو جغرافیو اکایانې دي. د دغه اکایانو حدود پۀ فطري توګه ټاکلے شوي دي. دغه فطري جغرافیه د اوبو، هوا، کاڼو بوټو، مارغانو، چینجو، ځنګلونو، صحراګانو او غرونو رنګ، بو ي او خصلتونه لري. د انسان زېږېدل د جغرافیې دې ټولو خصلتونو باندې انحصار لري. دغه مخصوصه جغرافیه کښې چې څومره انسانان زېږېدلي وي، زېږېږي او پۀ راتلونکي کښې به زېږېږي؛ د یو بل سره دغه مشترکه خصلتونه لري، د ژوند د بقاء مشترک لوازمات لري او د ټولنې د بنسټګرۍ مشترکه تجربات لري. اګرچې پۀ نورو فطري جغرافیو کښې اوسېدونکي انسانانو سره هم بعضې مهم انساني اشتراکات لري خو پۀ یوه جغرافیه کښې د اوسېدونکو انسانانو اشتراکات د بقاء او پرمختګ لوازمات وي. دغه فطري مشترکات پۀ یوه فطري جغرافیه کښې د اوسېدونکي انسانانو انفرادي او اجتماعي مادي وجود رغوي.
    پۀ یوه فطري جغرافیه کښې د اوسېدونکو انسانانو د مودو راکړه ورکړه وي، د ژوند د اسانولو او خوشحالو او غمونو شراکت وي او د مودو د ژوند د تېرولو پوهه وي کوم چې د یو نسل نه بل نسل ته د ژبې پۀ ذریعه، د فرهنګ پۀ ذریعه، د فنونو پۀ ذریعه او د ادبیاتو پۀ ذریعه منتقل کېږي او چې هر ځل یو پېچلي تعامل کښې منتقل کېږي نو د خوشحالیو او اسانیو تصور کښې، د ژبې ساخت کښې، فرهنګ کښې، فنونو کښې او ادبیاتو کښې نوې اضافې کوي او زیاتوالے راولي – دا عمل پۀ یوه فطري جغرافیه کښې د اورسېدونکو انسانانو کلتوري، جمالیاتي، ټولنیز، سیاسي او اقتصادي وجود رغوي.
    د انفرادي وجود، اجتماعي وجود، کلتوري وجود، سیاسي او اقتصادي وجود او فرهنګي او جمالیاتي تصوراتو امتزاج قام روغ کړي. قامي وجود کښې د جغرافیې مادي خصلتونه او د اجتماعي تجرباتو ټول نچوړ شامل وي. دا پۀ ارتقائي مزل کښې د فرد، خاندان، خېل او قبائیلي پړاو نه تېرېږي او د خپلې خاورې د وسیلو چې مادي او فطري هم وي او روحاني او جمالیاتي هم، اختیار ته رسي. دا خبره صرف تر دې نۀ تمامېږي بلکې د غېر مادي ټولنیزې بنسټګرۍ پۀ توسط سیاسي نظم ته رسي. دغه سیاسي نظم اجتماعي ټولنیز اختیار لري، سیاسي استحکام لري او د ټولنیزو فېصلو استقلال لري. کۀ پۀ دې حواله وګورو نو قامیت د انسانیت یو پرمخ تللے پړاو دے؛ چې کله دغه قامي استقلال د نورو قامونو د ورکړې راکړې نظام کښې پۀ خپله اجتماعي اراده وتړلے شي نو د انساني تهذیب شکل ترې څرګند شي.
    د پښتون افغان د قامي وجود جغرافیه د پښتون د قامي وجود لوے علمي او فکري بنسټګر خوشحال خان خټک پۀ اوولسمه پېړۍ کښې پۀ دې شعر کښې څرګنده کړې ده:
    درست پښتون لۀ قندهاره تر اټکه
    سره یو د ننګ پۀ کار پټ او اشکار
    اولسونه چې سند یو تر بله وکړه
    بادشاهان ورته سجود کاندي اختیار
    ج
    او د شلمې پېړۍ یو بل لوے مفکر مولوي فضل محمود مخفي د پښتنو د ټولنیز استقلال او سیاسي نظم اجتماعي تصور داسې وړاندې کړے دے:
    خدایه! داسې وخت به راشي
    لکه باز به پۀ هوا ځي
    رېل به هم زمونږ پېدا شي
    زۀ به خپل جرنېل پسې یم
    چې زمونږ به خپل جهاز وي
    پۀ ترخو اوبو به سم وي
    تار به هم پۀ هر قدم وي
    پۀ دښمنن به داو کول وي
    ج
    اے زما ننګیاله قومه!
    وخت د ننګ او د سیالۍ دے
    چې خپل قوم نۀ کړې بدنامه
    نن هم قوم پۀ ننګیالۍ دے

    د تهیورۍ تر مخه کۀ قامونه خپله فطري جغرافیه کښې د خپل نظم اجتماعي ساختونو رغولو او خپلې فطري ارتقاء ته پرېښودے شوي وے نو دا به یو ائیډیل انساني جوړښت ؤ – خو لۀ بده مرغه د تاریخ پاڼې څۀ بل څۀ وائي. تاریخ کښې بیا بیا داسې شوي دي چې یو قام د خپلې اجتماعي حکمرانۍ د نظام استقلال تر لاسه کړے دے نو بیا ئې پۀ دې بس کړي نۀ دي؛ د خپلې حکمرانۍ او استقلال پراخه کولو د پاره ئې د نورو قامونو پۀ وسیلو او اختیار یرغل کړے دے. دغه ضعیف قامونه ئې بې وسیلو کړي او بې اختیاره کړي دي. ډېر ځلې داسې هم شوي دي چې د یو قام یوه ډله پۀ حکمرانۍ قابض شوې ده، د خپل قام خلق ئې بې وسیلې کړي دي او د نورو قامونو استقلال ئې هم تس نس کړے دے او چې د اختیار او طاقت دغه خواهش د نشې درجې ته رسېدلے دے نو بیا ئې مسلسل پۀ نورو قامونو یرغلونه کړي دي.
    تاریخ کښې دا معلومه خبره ده چې کله هم یو قام مستعمره کولے شي یا مستعمر کړے شي نو عموماً د هغه قام فطري جغرافیه ټوټې ټوټې کړې شي، هغه پۀ جدا جدا انتظامي وحدتونو کښې ووېشلے شي، د مستعمر قام ځائي اقتصاد او قامي و فطري وسیلې پۀ ولقه کښې واخستې شي، استعمار د محکوم قام د فطري ارتقاء د ماتولو پۀ غرض د مستعمر قام ټولنیزې رشتې ماتې کړي، د قام ټولنیزه حافظه ختمولو د پاره د هغوي تاریخ مسخ کړے شي، د مستعمر قام د علم د تخلیق ادارې سپکې او ماتې کړې شي او د قام د ژوند لیدلور او ژبه سپک او تورن کړے شي.
    ژبه او کلتور ځکه مهم وي چې دا د یو قام د شناخت، د ځائي علم د تخلیق او د خپل واک او وسیلو د پېژندنې تر ټولو لویې ذریعې وي. د یو قام د دوامداره غلامۍ او محکومیت د پاره دا لازمي ده چې قام خپله ټولنیزه پوهه بائیلي، د خپلې خاورې نه راټوکېدلې د علم د تخلیق ادارې ئې ماتې شي او خپل کلتوري شناخت ترې ورک شي. دا کار پۀ اسانه هله کېدے شي چې قام نه ژبه واخستې شي. د ټولنیزو رشتو د ارتقاء ماتېدل، د ټولنیزې پوهې بېلات او د شناخت ورکېدل د یو قامي اجتماعي او ټولنیزه قوت ارادي او پۀ خپل ځان پۀ خپله د حکمرانۍ کولو توان بائیلي او دغسې محکومیت، غلامي او استعماریت خپل قسمت، تقدیر او د فطرت منشا وګڼي.
    د کوزې پښتونخوا پښتون افغان اولس سره هم داسې وشول. د پښتون افغان قام فطري جغرافیه د جنوبي او مرکزي اسیا منځ کښې پرته ده. غربي اسیا، اروپا او ترکیه ته ترې هم اسانې لارې وتلې دي. نړۍ کښې عموماً هغه قامونه چې د غټو طاقتونو او امپراتورو د لارو پۀ منځ کښې پراتۀ وو، هغوي کله د یو او کله د بل امپراتورۍ د اثر او واک لاندې راغلي دي. پښتون افغان قام هم د تاریخ پۀ اوږدو کښې د ایرانیانو، چینیانو، ترکانو او مغلو سره سره د ګڼ شمېر امپراتورو د تاړاکونو ښکار شوي دي. دې یرغلونو کښې تر ټولو ژور او دوامداره یرغلونه او استعماریت د مغلو او بیا د پېرنګیانو ؤ.
    مغلو د پښتنو نه پۀ خپله پۀ خپل ځان د حکمرانۍ واک هم واخستو او د پښتنو د شراکت دارۍ ټولنیزې رشتې ئې د منصبدارۍ او جاګیردارۍ رشتو کښې بدلې کړې. پېرنګیانو د نوي علم، سائنس او ټېکنالوژۍ پۀ زور د پښتون افغان اولس خاوره، ټولنه، کلتور او شناخت پۀ ژوره او دوامداره توګه د خپل اغېز لاندې راوستل. د روس امپراتورۍ او بیا وروستو د سویت یونین مخې ته دېوال یا پړده ایښودلو د پاره پېرنګیانو د پښتون افغان اولس د اوږد مهاله محکومیت ژور او مفصل پلان جوړ کړو. نولسمه پېړۍ کښې هند خپل واک کښې راوستلو نه وروستو د برطانیې امپراتورۍ د پاره د هند غرب کښې د روس امپراتوري تر ټولو لویه خطره وه. د روس د امپراتورۍ ایسارولو د پاره د برطانوي هند او روسي امپراتورۍ منځ کښې افغانستان ؤ. افغانستان پۀ سیاسي توګه غېر مستحکم ساتل او د پښتون افغان اولس زور ماتول برطانیې امپراتورۍ د پاره کول چې د سوېلي او مرکزي اسیا تر منځه لار د دوي واک او اغېز لاندې پاتې شي.
    د دغه واک او اختیار دوامدارۍ او د اوږد مهاله استعماریت ساتلو د پاره پېرنګیانو د پښتون افغان پۀ خاوره ژورې ټولنیزې، سیاسي، اقتصادي، کلتوري او تعلیمي منصوبې او بدلونونه پېل کړل. د جغرافیائي او سیاسي واک تحلیل کولو د پاره ئې د پښتون افغان اولس سیاسي او جغرافیائي اکائي ماته کړه. پۀ 1894 کښې ئې د لوے افغان پښتون اولس پۀ سینه د ډیورنډ کرښه راکښله – پېښور او کوئټه ئې د کابل نه وشوکول. د هند پولې سره نزدې ټولې علاقې ئې اېغ پۀ نېغه د برطانیې د تسلط لاندې راوستې او دغه شان د پښتون افغان اولس د خاورې شرقي برخې ئې پۀ مستقله توګه مستعمره کړه.
    خبره تر دې پاتې نۀ شوه – کوزه پښتونخوا ئې بیا پۀ 1901 کښې پۀ دوو برخو کښې ووېشله. یوې ته ئې بندوبستي علاقې ووئیلې او بلې ته ئې د قبائیلي ایجنسیو نوم ورکړو. یوه درېمه غټه برخه ئې جدا کړه او هغه ئې ‘برټش بلوچستان’ کښې شامله کړه. د قطبي کوزې پښتونخوا علاقو ته ئې د ‘شمال مغربي سرحدي صوبه’ نوم ورکړو. دغسې ئې د برطانوي تسلط لاندې د پښتنو د ټولې سیمې سیاسي او جغرافیائي شناخت دړې وړې کړو. دغه علاقې اوس د برطانوي هند برخه وګرځېدې. ‘فاټا’ ئې نېغ پۀ نېغه د مرکز لاندې پۀ انتظامي طور راوسته.
    پېرنګیانو پۀ سیاسي توګه د پښتونخوا د بېلابېلو وحدتونو اولس نه هغه ټول سیاسي او انتظامي واک وتروړلو کوم چې ئې لږ تر لږه د هند نور مستعمره اولس ته ورکړے ؤ. د برطانیې او پنجاب انتظامي افسرانو، لیکوالانو، مؤرخینو، محققینو او صحافیانو یو غاړې د پښتونخوا د اولس دکلتور غېر منطقي او غېر سائنسي توجیهاتو باندې مشتمل کتابونه چاپ کول پېل کړل او بلې غاړې ته ئې د دوي تاریخ مسخ کولو باندې لاس پورې کړو. پښتنه ټولنه ئې د تهذیب نه پاتې معروف کړه – دا ئې ثابتول چې چونکې پښتانۀ د نوي تهذیب د قدرونو سره سم د حکمرانۍ دائرې نه بهر دي نو ځکه دوي ته حکمرانۍ او سیاسي اصلاحاتو کښې برخه نۀ دي ورکول پکار او د دوي سرکشي پۀ زور سمول پکار دي. یوې غاړې ته ئې د پښتون اولس پۀ ضد د ریاستي جبر ټولې وسیلې پکار راوستې او بلې غاړې ته ئې د دوي ټولې تجارتي او سیاسي اړیکې پنجاب او هند سره تړلې. د ځائي وطن افغانستان نه ئې پۀ سیاسي توګه د شوکولو عمل ورځ تر ورځه بشپړ کولو.
    د پښتنو د علم د تخلیق، روزنې او ښوونې ټولې ادارې ئې کلپ کړې او پښتو ژبه ئې د دفتر، تجارت، اقتصاد، عدالت، سیاست او تعلیم نه وشړله. دلته چې څۀ لږې ډېرې تعلیمي ادارې پېرنګي د خپل مقصد او د پښتنو فکري تنسیخ د پاره خلاصې کړې وې، د هغې کتابونه به د پنجاب او ډیلي نه چاپ راتلل. د پښتونخوا د سرکاري سکولونو ازموینې به هم پنجاب پوهنتون اخستې او سند به ورته پنجاب پوهنتون ورکولو. اخبارونه او مجلې به هم د پنجاب او د هند نور ښارونو نه د پښتونخوا بېلابېلو علاقو ته راتلې.
    د پښتنو زرعي پېداوار، د کار کسب اقتصاد او لاسي صنائع ئې دومره سپک کړل چې پښتون اولس تر ډېرو لسیزو دغه ټول پېداواري عمل او دې سره تړلي کسب ګر، بزګر، کروندګر او تجار ته پۀ ډېر سپک نظر کتل. دغسې ئې د پښتون اولس ټول اقتصاد ونړولو او د ژوند ژواک د پاره ئې پۀ استعماري امپراتورۍ او ریاست منحصر کړل. برطانیې کوزه پښتونخوا کښې د زمکو د وېش بندوبست پۀ داسې طریقه وکړو چې د خان، خان بهادر، ملک او ارباب حکومتي خطاباتو سره ئې د عام اولس نه راتروړلې زمکې هم دوي ته حواله کړې او حکومتي اختیار ئې ورکړو. دغسې ئې پۀ هره سیمه کښې د عام اولس ولقه کښې ساتلو د پاره وفادار خلق هم پېدا کړل او د پښتنو د ټولنې فطري ارتقاء نه جوړې شوې رشتې ئې هم ماتې کړې. دې سره سره ئې بعضې وړې وړې سیمې بېلابېلو خاندانونو ته حواله کړې او هغې ته ئې ریاستونه ووئیل. دغه ریاستونه به ئې پۀ مستقله توګه خپل منځي جګړو کښې مشغول ساتل. کلتور او فرهنګ او لطیف فنون لکه رقص، اتڼ او میوزک ئې د خپلو جوړ کړے شوي خانانو ملکانو، خان بهادرانو او اربابانو پۀ ذریعه دومره سپک کړل چې د پښتونولۍ پۀ ضد ومنلے شول. پښتونولي ئې د قبائیلیت، خپل منځي جګړو، قبائیلي انانیت او کار نۀ کولو سره هم معني وګرځوله.
    دغسې ئې د پښتنو سیاسي وحدت تس نس کړو، د کلتوري شناخت د تحلیل کولو هڅې ئې وکړې، د پښتنو اقتصاد ئې مات کړو، د پښتو ژبه ئې هغوي نه وتروړله، د پښتنو ټولنیزې رشتې ئې دړې وړې کړې او د پښتنو مخه ئې د خپل ټاټوبي نه بلې غاړې ته واړوله. د استعماریت د دې ټول عمل ډېر ژور سیاسي، کلتوري،اقتصادي، ټولنیز او نفسیاتي اغېز وشو. ټولنه د دننه او بهر نه ماته شوه او اجتماعي قوت ارادي وبائیللے شو. پښتانۀ یا خو بیا دم درود ته کښېناستل او یا بیا د پېرنګي د چارواکو او افسرانو مهربانیو ته. د یو ازاد، خپلواکه او خوشحاله ژوند د امید رڼا ورځ تر ورځه تیارۀ کېده.
    دا هم د فطرت اصول دي چې کله هم یو قام یا ټولنه دومره وځپلې شي، بې وسه کړې شي، د افلاس ښکار کړې شي او محکوم کړې شي نو هم د هغه قام او ټولنې چرته ایرو کښې پټ بڅري وځلېږي – د دې ټول محکومیت او بد رنګه ژوند پۀ ضد د مزاحمت بڅري رابرڅېره شي. د محکومې پښتونخوا ټولنه کښې څۀ د دننه او څۀ د بهرنو عواملو پۀ برکت دغه فطري مزاحمت غزونې وکړې. د شلمې پېړۍ د دوېمې لسیزې خواوشا د افغانستان اتل امیر غازي امان الله خان د استقلال اعلان وکړو. د افغان ځوانانو جرګه جوړه شوه. د ترکو زلمو تحریک اعلان شو. د صنعتي او سرمایه دارې اروپا بېلابېل قامونه سره خپلو کښې ونښتل. روس کښې انقلاب راغے؛ هلته امپراتوري ماته شوه او د هغې د خېټې نه سوشلسټ رپبلک وزېږېدو. هند کښې اٰل انډیا کانګرس د خپلواکه هندوستان د پاره پاڅون پېل کړو. د دې ټولو عواملو اغېز پۀ پښتنه سیمه وشو. دې سره سره د مغلو پۀ ضد د پښتون قام د مزاحمت بڅري هم چرته پۀ شاعرۍ یا فولکور کښې تت بلېدل.
    د حال د اقدارو او ساختونو نه عدم اطمینان او ‘د موجوده ګلشن پۀ انتظام د اعتراض’ نه راولاړ دننه عامل، د مزاحمت د روایت تاریخي عامل او چار چاپېره نړۍ او سیمه کښې د بدلونونو عامل د پېښور د درې یوه وړه سیمه هشنغر کښې پۀ فطرت سلیم کښې زېږېدلے یو نېک روح پۀ لړزان کړو. پۀ معروض کښې د موجود اقدارو او ساختونو نه عدم اطمینان د ‘اتمانزو’ کلي د بهرام خان کره زېږېدلے خان عبدالغفار خان پۀ دې وهڅولو چې د نورې نړۍ او سیمې نه ځان خبر کړي. مجلو او اخبارونو او کتابونو لوستلو سره سره د همخیاله ملګرو داسې ډله هم پۀ لاس ورغله چې د معروض پۀ حقله ئې خپل احساس لرلو. دغه احساس چې څومره څومره ژورېدو، هغومره د عقلاتي او منظم فکر شکل کښې مخې ته راتلو. د مشاهدې، د معروض د تجزیې، تجربې او مطالعې پۀ نتیجه کښې د افلاس او بد رنګه ژوند د اسباب کړۍ یو بل سره تړلې کېدې او د بحث، سفر او نورو سیمو د بدلون د مشاهدې پۀ سوب د همخیال ملګرو ټولګے د محکومیت او استعماریت د دننه او بهرني عواملو اړیکو پۀ منطق خبرېدو.
    د همخیاله ملګرو دغه ټولګے د عبدالغفار خان پۀ مشرۍ او لارښودنه کښې نۀ پۀ ښارونو کښې اوسېدو او نۀ ئې چرته لویو پوهنتونو نه لوړې زدکړې کړې وې – خو د ژورې مشاهدې، پراخه مطالعې، پرله پسې تجربو، سفرونو او خوږمن احساس پۀ سوب دې نتیجې ته ورسېدل چې د پښتنو دا موجوده افلاس، محکومیت، غلامي او بد رنګه ژوند نۀ فطري دے او نۀ د قسمت لیک دے – یو ازاد، خپلواکه او خوشحاله ژوند ممکن دے. د یوې بلې دنیا امکان شته خو هله چې قومي اراده، خوږمنه ډله او منظم جدوجهد وکړے شي. د کلو د همخیاله ملګرو د ټولګي دغه مشر هم هغه عبدالغفار خان دے چې وروستو ورته بیا د ‘رولټ اېکټ’ پۀ ضد د جلسو د مشرۍ لۀ کبله قام د ‘باچا خان’ خطاب ورکړو. باچا خان او د هغۀ ملګرو د هندوستان نورو ازادۍ خوښوونکو سره پۀ ګډه د ملک نه د پېرنګیانو د شړلو د پلانونو عملي کولو او د ‘هجرت’ تجربو نه دا حقیقت وپېژندو چې د استعماریت ختمولو سره سره د قام دننه توان او اراده ژوندۍ کول د خپلواکۍ، ازادۍ او خوشحاله قامي ژوند د پاره د شرط حېثیت لري.
    د دې حقیقت پېژندنه د یو پراخه قامي تحریک بنیاد وګرځېدو. د قام ټولنیز توان او اراده ژوندي کول، د تجربو، مشاهدې او تجزیې پۀ نتیجه کښې د قام د خپلواکه او خوشحاله ژوند عقلاني، منطقي او سائنسي مفکوره او بیانیه تدریجي او ارتقائي شکل کښې ترتیبول، اولس سره تړون جوړول او د دې پۀ نتیجه کښې یو جمهوري او اولسي تنظیم سازول د دغه قامي تحریک بنیادي اجزاء دي. د پښتنو دغه قامي تحریک بېلابېلو پړاوونو نه تېر شوے او تېرېږي. د بېلابېلو پړاوونو دوران کښې تګلاره او حکمت عملۍ کښې پۀ جمهوري طریقه بدلون راغلے؛ عن چې د بېلابېلو پړاوونو دوران کښې ئې نومونه هم بدل شوي دي خو د پښتنو دغه قامي تحریک د مرام، اهدافو، مفکورې، بیانیې، لیدلور، اقدارو او تنظیم د کلهمې یوې پېړۍ تسلسل لري. د شلمې پېړۍ د دوېمې لسیزې نه پېل شوے د پښتنو دا قامي تحریک زما پۀ اند اوس د څلورم پړاو نه تېرېږي. د پښتون قامي تحریک د بېلابېلو پړاوونو تفصیل لاندې ذکر کولے شي.

    د ‘پښتون قامي تحریک’ وړومبے پړاو:
    زما پۀ اند د پښتون قامي تحریک دا پړاو د 1919 نه تر 1930 پورې دے. دې پړاو کښې باچا خان او د هغۀ ملګرو وړومبے د پښتنو هغه خصلتونه کوم چې استعماریت د دوي ټولنه کښې د غلامۍ د دوامداره ساتلو د پاره ټومبلي وو، د هغه خصلتونو پۀ ځاے ئې پکښې د ازاد او خپلواکه قامونو خصلتونه رائج کولو باندې لاس پورې کړو. د کار کولو فضیلت ئې کور پۀ کور او کوڅه پۀ کوڅه خورول پېل کړل. د ګټې وټې او اقتصادي برترۍ خیال ئې د قام فکر ته وردننه کول پېل کړل. کار کسب، زراعت، کرکیله او تجارت له ئې وده ورکول شروع کړل. حجره، جومات، کوڅه، جلسه او جلوس کښې ئې دغه خبره پۀ ډېر زور کوله او ورسره ئې خپله نمونه هم وړاندې کوله. دغسې ئې د استعماریت پۀ هغه فکر غټ ګزار وکړو د کوم لۀ کبله چې د قام ټولنه کښې اولس د تقدیر فېصلو یا د پېرنګي سرکار مهربانیو ته ناست ؤ. پۀ خپل توان او خپله اراده پېداواري عمل کښې شریکېدل د قام فکر کښې د بدلون لویې څپې راوستې.
    دوېم کار ئې دا وکړو چې پۀ ګډه ئې د چار چاپېره کلو کوڅې او چاپېریال د صفایۍ مهمونه پېل کړل. دې سره محض د روغتیا خبره پۀ مخکښې نۀ تله، بلکې پۀ ګډه د کار کولو او د اجتماعیت صلاحیت او احساس هم پېدا کېدو.
    دغسې ئې د پښتنو ماته ټولنه د دننه نه پېوند کول شروع کړل. د پښتنو د بېلابېلو خېلونو او طبقو خپلو کښې مینه، اعتماد، احترام او ورورولي پېدا کېده او د قبائیلیت او انانیت پۀ ځاے د قامي تړون عمل پۀ مخکښې تلو.
    درېم کار ئې پۀ دې پړاو کښې دا وکړو چې هغه رسمونه، کوم چې د قام د وسیلو لویه ضیاع کوله او کوم چې پۀ قام کښې د برترۍ او سبقت علامت ګرځولے شوي وو، هغه رسمونه ئې د خپل عمل، نمونې او دلیل پۀ بنیاد بې معنې وګرځول. پۀ ودونو او خېراتونو کښې بې ضائع خرڅ کول، لور خور او ښځې ته سپک کتل او دوي ته برخه نۀ ورکول او دښمنۍ او تربورولۍ کول ئې د غېرت پۀ ځاے بې غېرتي وګرځوله. د خپل منځي جګړو هوارولو د پاره ئې د تشدد او زور زیاتي پۀ ځاے خبرې اترې او جرګه مرکه ئې د انسانانو ښۀ خصلت معرفي کړل. دغسې ئې د پښتونولۍ نوې تشریح هم وکړه او د تشدد پۀ فکر ئې هم ګزار وکړو.
    یو څلورم انقلابي کار ئې دا وکړو چې د ‘خدائي خدمتګارۍ’ تصور ئې د قام مخې ته کېښودو. دې ته ئې فکري تشکیل داسې ورکړو چې ‘د خلقو او اولس خدمت د خداے خدمت دے’ – د ولي خان د وېنا مطابق د خدائي خدمتګارۍ فکر یو انقلابي تصور ؤ. تر اوسه پۀ قام کښې دا فکر خور ؤ چې خدمت یا د خان کېږي او یا د سرکار – د باچا خان او د هغۀ د ملګرو دا خبره چې ‘د عام اولس خدمت د خداے خدمت دے’، قام کښې د فکري انقلاب بنیاد وګرځېدو. عام اولس، ښځه نر، کسب ګر، میا ملا او دهقان او بزګر ټول د احترام وړ وګرځېدل. د بشر دوستۍ او تکریم انسانیت احساس او فکر سم د لاسه پښتنه ټولنه خپله ولقه کښې واخسته. دې فکر او احساس سره ورځ تر ورځ خلق ملګري کېدل او دغسې پۀ فطري توګه د یو تنظیم غاړې ته تلل.
    پینځم یو ډېر مهم کار ئې دا وکړو چې د ځائي علم د تخلیق، د قامي روزنې او ښوونې او د خاورې د مفکورې ترتیبولو او قام د جدید هنرونو او نوي علم پۀ ذریعه انساني تهذیب او تمدن سره د تړلو د پاره ئې پۀ یو منظم انداز قامي مدرسې جوړولو باندې لاس پورې کړو. اګرچې دا عمل حاجي صاحب د ترنګزو سره پۀ ملګرتیا کښې د 1915 نه روان ؤ خو پۀ منظمه توګه د قامي مکتبونو او مدرسو جوړولو عمل د 1921 نه پېل شو. استعمار د خپلې مفکورې د پاره د علم د تخلیق ادارې جوړوي چې دغسې د مستعمره علمیاو فکري تخلیق مات کړي؛ د قامي مدرسو د جوړولو عمل د استعمار د بیانیې او مفکوري متبادل منځ ته راوستو. دغه متبادل د استعمار پۀ مفکوره، د استعمار کلتوري توجیه او د استعمار پۀ اطلاعاتي نظام غټ ضرب ولګولو. هم دې سره څنګ پۀ څنګ پۀ ډېره فطري توګه او د یوې ځائي غوښتنې او ضرورت د لاندې د پښتنو وړومبے تاریخي تنظیم وجود ته راغے چې جمهوري هم ؤ او سائنسي هم. پۀ 1921 کښې باچا خان او د هغۀ ملګرو د ‘انجمن اصلاح الافاغنه’ بنیاد کېښودو.
    شپږم یو ډېر مهم کار ئې دا وکړو چې قامي مدرسې ئې د کلتوري سرګرمیو پۀ ذریعه د قامي شناخت د احیاء مرکزونه وګرځول. دغه مرکزونو کښې ئې غټې غټې مشاعرې، تهېټر او پۀ قامي موضوعاتو د طالب علمانو تر منځه مقابلې وکړې. دې ټولو ازادو مدرسو کښې ئې د جدید او دیني مضامینو سره سره قامي ژبه او ځائي هنرونه هم شامل کړي وو. پېرنګي چې کوم قامي شناخت ټوټې ټوټې کړے ؤ او کومه قامي ژبه ئې د تعلیم، تجارت، عدالت، منډۍ او سیاست نه د ویستو پۀ ذریعه سپکه کړې وه، هغه د فخر او ویاړ سوب وګرځېده او دغسې مات کړے شوے قامي شناخت بیا ژوندے او محترم کړے شو.
    خدائي خدمتګارو د قامي تحریک دې وړومبي پړاو کښې اووم بنیادي یو کار دا وکړو چې قامي ژبه کښې ئې د اطلاعاتو او د لیک لوست پۀ ذریعه د رایې د اظهار او مباحثې وسیله او اٰله منځ ته راوړه. پۀ 1928 کښې ئې د ‘پښتون’ مجلې د اجراء پۀ ذریعه د پښتنو خپله قامي میډیا جوړه کړه. د دې مجلې پۀ ذریعه قامي بیانیه هم پۀ مخکښې تله، پښتو ژبې هم پرمختګ کولو او د قام د لرې او بېرته سیمو تر منځ تړون هم جوړېدو. دې سره سره یو مهم کار دا هم وشو چې پښتنو مېرمنو د ‘پښتون’ مجلې پۀ ذریعه د قامي تحریک فرهنګي، فکري او ادبي اړخونو کښې اېغ پۀ نېغه خپله ونډه اچول شروع کړل. څومره څومره چې قام د صنفي رول پۀ توګه تړلے کېدو، دومره دومره د پښتنو ټولنه کښې د نر واکۍ یا پلار واکۍ مفکوره ماتېده.
    د قامي تحریک دې وړومبي پړاو کښې خدائي خدمتګارانو د ټولنیزې اجتماعي ارادې د ژوندي کولو، د انساني تکریم د بیانیې پۀ مخکښې وړلو، د پښتونولۍ د نوې تشریح کولو، د ټولنیز عدالت احساس پېدا کولو، د شناخت د ژوندي کولو، قام تمدن او تهذیب سره د تړلو، د نرواکۍ د ماتولو، د قامي شعور پېدا کولو او د عدم تشدد مفکوره پۀ مخکښې وړلو د پاره کلتوري، علمي، ټولنیز، فرهنګي او ادبي ستړې وکړلې. دغه هر اړخیزې مبارزې قام د دننه نه پېوند کول شروع کړل او د یو جمهوري او سائنسي تنظیم بناء ئې کېښوده.
    داسې نۀ وه چې خدائي خدمتګارو دغه ټولې سرګرمیانې کولې او پېرنګے سرکار ترې نۀ ؤ خبر، او یا ئې پرې هېڅ کار نۀ لرلو. د دې پړاو دوران کښې پېرنګي سرکار باچا خان او د هغۀ ملګري بیا بیا ګرفتار کړل، تشدد ئې پرې وکړو، جائیدادونه ئې ضبط کړل، جرمانې ئې پرې ولګولې، دغه د سلو نه زیاتې ازادې مدرسې او پۀ خصوصي توګه د ‘اتمانزو ازاد هائي سکول’ ته ئې ډېرې ستونزې جوړې کړې او ‘پښتون’ مجله ئې ستونزو کښې بیا بیا ښکېل کړه خو د خدائي خدمتګارو واضح فکر، مضبوطې ارادې او منظم عمل دا هر څۀ شنډ کړل. دغه یوولس کاله مبارزه د قامي تحریک یو نۀ نړېدونکے بنیاد وګرځېدو.

    د ‘پښتون قامي تحریک’ دوېم پړاو:
    زما پۀ اند د پښتون قامي تحریک دوېم پړاو د 1930 نه تر 1947 پورې دے، کوم چې د میعاد پۀ حساب اوولس کاله جوړېږي. د قامي تحریک دې پړاو کښې د وړومبي پړاو بیانیه او تګلاره هم هغسې جاري وه خو دې سره د بدلېدونکو حالاتو پۀ مناسبت د قامي تحریک تګلاره کښې پۀ فکري توګه جزوي بدلونونه هم راتلل.
    د نولس سوه دېرش (1930) نه کال دوه مخکښې افغانستان کښې د غازي امان الله خان پۀ ضد برطانوي هند لویو دسیسو ته لاس اچولے ؤ. عجیبه خبره دا وه چې غازي امان الله خان هم هغه فرهنګي، ټولنیز، کلتوري او سیاسي اصلاحات کول، د کومو لۀ کبله چې سره د برطانیې زیاترو اروپائي هېوادونو او ملکونو د صنعتي انقلاب منزل تر لاسه کړے ؤ. خپل هېواد کښې دغه اصلاحات کول خو افغانستان ئې دغه اصلاحاتو ته نۀ پرېښودو او دا ځکه چې دې اصلاحاتو سره به افغانستان پۀ خپلو پښو ودرېدو او استقلال به دوامداره کېدو. برطانوي استعمار ته یو باثباته افغانستان د سترګو ازغے ؤ. خدائي خدمتګارو پېښور او هشنغر کښې د غازي امان الله خان خلاف د دسیسو پۀ ضد لاریونونه وکړل خو غازي امان الله خان بیا هم شړونکے شو او افغانستان یو ځل بیا د برطانیې د اغېز لاندې راغلو. دې نه خدائي خدمتګارانو ته یوه دا خبره څرګنده شوه چې اصلاحات د بره نه نۀ شي تپلے کېدے او بله خبره ورته دا څرګنده شوه چې د بې ثباته افغانستان نه د قامي وحدت پۀ اړه د مرستې طمع ساتل معقوله خبره نۀ ده. د قامي وحدت د پاره قامي خپلواکي بنیادي امر دے، بلکې قامي وحدت او خپلواکي د یو بل لازم و ملزوم دي. دا خبره هم واضحه شوه چې د قامي وحدت او خپلواکۍ لار کښې تر ټولو لوے خنډ د برطانوي استعمار غلامي ده.
    اوس چې د خدائي خدمتګارۍ بیانیې، مفکورې او تګلارې سره پۀ زرګونو ځوانان، ښځې، سړي، مزدوران، دهقانان، بزګران، عالمان او شاعران هم تړلے شوي وو او د دورو، اجلاسونو او د جلسو جلوسونو پۀ وجه ورسره د پښتون افغان قام بېلابېلې سیمې هم تړلې شوې وې نو قامي تحریک د خپلواکۍ او سیاسي ازادۍ غاړې ته یو غټ ګام پورته کړو. پۀ نولس سوه اتۀ ویشت (1928) کښې ‘د زلمو جرګه’ اعلان شوه او پۀ نولس سوه یو کم دېرش (1929) کښې بیا هم دغه جرګه د ‘خدائي خدمتګار’ سیاسي تنظیم کښې بدله شوه. تنظیم نور هم پراخه کړے شو، نور هم جمهوري کړے شو او نور هم سائنسي کړے شو. د خپلواکۍ د پاره مبارزه کوونکي هر یو سائنسي او جمهوري تنظیم د پاره د تنظیم د فېصله سازس دستور ټاکل، د مرکز جوړېدل او د کارکنانو ممبر سازي او د دوي د تربیت انتظام لوازماتو کښې راځي. دې سره سره د تنظیم د کار پۀ ښۀ ډول کولو او اهدافو تر لاسه کولو د پاره د مصرف پنګه هم لازمي وي. خدائي خدمتګار تحریک پښتون افغان وطن کښې پۀ وړومبي ځل د پرمختللې دنیا د سیاسي تحریکونو سره څنګ پۀ څنګ دغسې یو اولسي، جمهوري او سائنسي تظیم سره د ټولو لوازماتو وجود ته راوستو.
    ‘سردریاب’ چارسده کښې ئې پۀ خپل مصرف او پۀ خپل توان مرکز جوړ کړو. دې د پاره زمکه هم یو خدائي خدمتګار عطیه کړه. باچا خان او د هغۀ ملګرو به د تعمیر کار کښې پۀ خپله برخه اخسته. پۀ هر کلي او بانډه کښې د خدائي خدمتګار تحریک څانګه جوړه شوه. د مصارفو د پاره د عطیاتو او چندو نظام جوړ شو. د فېصله سازۍ، تربیت او تګلارې ټاکلو او پالیسیو جوړولو د پاره مرکزي کمېټي منتخب شوه او سره د وړومبي پړاو د مفکورې او تګلارې د دې دوېم پړاو پۀ بیانیه او تګلاره کښې د وخت د تقاضو سره سم اضافې وکړې شوې. د پښتنو د خپلواکۍ او وحدت واضح اعلان وکړے شو.
    نولس سوه دېرش (1930) کښې یوه ناوړه پېښه وشوه. د سول نافرمانۍ پۀ حق کښې او پۀ جلسو جلوسونو د بندېز د قانون خلاف قصه خوانۍ پېښور کښې د کانګرس کمېټۍ، جمعیت علماء هند او خدائي خدمتګار تحریک پۀ ګډه یو جلوس وویستو. دغه جلوس کښې پۀ سوونو خدائي خدمتګار شریک وو. پېرنګي فوجي او د پولیس دستو پرې بکتر بند ګاډي راخوشي کړل او پۀ غټه وسله ئې پۀ جلوس څلور پینځۀ ګېنټې ګولۍ وورولې. خدائي خدمتګارانو ګولیو ته خپله سینه بربنډه کړه او د وحشیانو پۀ ضد ئې ذره تشدد هم ونۀ کړو. پۀ سوونو خدائي خدمتګاران شهیدان شول او پۀ سوونو نور ټپیان شول. باچا خان هم دې جلوس له د هشنغر نه راروان ؤ خو پۀ لاره کښې سره د ملګرو ګرفتار کړے شوے ؤ. دې پېښې دا خبره څرګنده کړه چې پېرنګے استعمار د خدائي خدمتګارو پۀ ضد د جبر هر حد ته رسېدلے شي. بله خبره ئې دا څرګنده کړه چې د پېرنګي پۀ ضد پۀ هند کښې پاڅون کوونکي نورو سیاسي تنظیمونو سره ایتلاف وکړے شي. چونکې هند کښې اوسېدونکي ټول اولسونه او قامونه د پېرنګي استعمار غلامۍ کښې ښکېل وو نو ځکه دغه ایتلاف یو فطري عمل ؤ.
    هند کښې د پېرنګي استعماریت پۀ ضد پاڅون کوونکي تر ټولو لویه سیاسي ډله ‘اٰل انډیا نېشنل کانګرس’ ؤ نو ځکه اٰل انډیا کانګرس سره د اتحاد فېصله وشوه. دغه فېصله د خدائي خدمتګار لویې جرګې وکړه. خدائي خدمتګار تحریک خپل تنظیمونه ازاد وساتل او د پښتنو د خپلواکۍ بیانیه او اهداف ئې هم هغسې ژوندي وساتل خو پۀ مرکزي توګه ایتلاف وشو او باچا خان سره د نورو ملګرو د کانګرس د مرکزي کونسل غړے وټاکلے شو.
    دې اتحاد کۀ یوې غاړې ته د پېرنګي استعماریت ولړزولو نو بلې غاړې ته ئې د پښتون قامي تحریک د هند او نورې نړۍ مخې ته راوستو. دې دا ګټه راوړه چې د پېرنګي د پوځ او پولیس پۀ زور د پښتنو د قامي تحریک د چقولو امکان کم شو. خدائي خدمتګار تحریک د نولس سوه دېرشم د پېښې نه وروستو پراخه شوے ؤ. د اتۀ زرو نه د ممبرانو شمېر اتیا زرو ته رسېدلے ؤ. د تنظیم تنظیمي ساخت محفوظ ساتل، د خپلواکۍ منزل ته رسېدل او د وحدت هدف تر لاسه کولو د پاره د یو پراخه سیاسي پاڅون اتحاد کښې راتللو لویه ګټه راوړه. مدرسې، مجله، مرکز او تنظیم محفوظ پاتې شو. د پښتونخوا بېلابېلو سیمو کښې کار کول اسان شول او پښتون قامي تحریک د براعظمګي د نیمې وچې پۀ کچ معرفي شو. د دې تاثیر پۀ پښتون قام د فرهنګ د بشپړه کېدو، د لیک لوست خورېدو، د تجارت او اقتصاد د پرمختګ او د سیاسي حقونو د ګټلو شکلونو کښې وشو. تر دغه وخت ټول هند کښې کونسلونه منتخب کېدل خو د هغه وخت د ‘اېن ډبلیو اېف پي’ اولس ته دغه حق نۀ ؤ ورکړے شوے. ټوله پښتونخوا د ‘فرنټئیر کرائمز ریګولېشن’ (FCR) د تور قانون لاندې پۀ ژوند کولو مجبوره کړې شوې وه. د پښتونخوا اولس د سیاسي ازادو نه محرومه کړے شوے ؤ. ملازمتونو کښې برخه نۀ وه او افغانستان او د هغه وخت ‘فاټا’ سره اړیکو نه شوکولے کېدل. خدائي خدمګار تحریک د دې ټولو سیاسي او اقتصادي حقونو ګټلو دپاره د کانګرس پۀ مرسته احتجاجونه، جلسې جلوسونه او پرلتونه کول. د دې اوږدې مبارزې چې باچا خان او د هغۀ ملګري څو څو واره ګرفتار شول او جائیدادونه ئې ضبط شول، د دې مبارزې پۀ نتیجه کښې د هند د 1935 اېکټ پۀ نتیجه کښې د ووټ حق تر لاسه شو، سیاسي ازادۍ تر ډېره حده حاصلې شوې او ملازمتونو کښې برخه وشوه. د 1935 د اېکټ لاندې اېن ډبلیو اېف پي د هند د نورو صوبو او ولایتونو پۀ شان تر هغه وخت ورکړے شوي ټولو سیاسي اصلاحاتو سره یوه جدا صوبه تسلیم کړې شوه.
    د دې قانون لاندې چې بیا 1937 کښې پۀ ټول هند کښې عام انتخابات وشول نو پښتونخوا کښې هم انتخابات وشول. خدائي خدمتګار تحریک انتخابات وګټل او کانګرس سره پۀ ګډه ئې دلته حکومت جوړ کړو. دغه حکومت محدود اختیار سره ؤ خو چې څنګه ئې څوکۍ سنبال کړه نو پښتونخوا )هغه وخت ‘اېن ډبلیو اېف پي'( کښې ئې دوه مهم قوانین نافذ کړل – د یو قانون تر مخه ئې کسب ګرو ته د زمکې د انتقال حق ورکړو. تر دغه وخته پېرنګي دا قانون نافذ کړے ؤ چې کسب ګر به د زمکې د ملکیت حق نۀ لري. د خدائي خدمتګارو حکومت کسب ګرو ته د ملکیت حق ورکړو. دوېم قانون ئې د تعلیم او سواد د ژبې نافذ کړو. مورنۍ ژبه د تعلیم او سواد ژبه وګرځولې شوه. دا دواړه قوانین د پښتنو د قامي تحریک د اهدافو تر لاسه کولو غاړې ته لوے ګام ؤ.
    دې دوران کښې کانګرس او خدائي خدمتګار تحریک د برطانوي استعمار نه د هند د پرېښودو تحریک شروع کړو. د وزارتونو او حکومتونو نه ئې استعفٰي ګانې ورکړې او د یو مکمل پاڅون پلان جوړ شو. بل اړخ ته پېرنګي استعمار هم د استعماریت د برقرار ساتلو پلانونه لرل. هغوي د استعمار هغه زړه دسیسه استعمال کړه. د خلقو، اولسونو او قامونو تقسیمولو پلان ئې دې ځل د مذهب او عقیدې د شناخت تفاوت سره وتړلو. پۀ هند کښې هغه ګوندونه کوم چې د اولس مرسته نۀ لرله، هغه ئې د اٰل انډیا کانګرس او خدائي خدمتګار تحریک پۀ ضد راپاڅول، قدر ئې ورکړو او اولس کښې ئې د مذهب د ساتونکو پۀ حېث معرفي کړل. دا هغه ګوندونه وو چې نۀ ئې د اولس مفاداتو باندې څۀ کار لرلو، نۀ ئې مذهب سره څۀ تړون ؤ او نۀ ئې پۀ ازادۍ او خپلواکۍ څۀ کار ؤ – پۀ اولس کښې ئې د مذهب ورکېدو وېره خوره کړه او د مذهب جنونیت ئې خلقو کښې د ټومبلو کار شروع کړو. هغه وطن او قام، چرته چې د بېلابېلو عقیدو اولسونو د زرګونو کلونو راهسې پۀ یو ځاے ژوند کولو، هغه وطن کښې د مذهب پۀ نوم فساد جوړ شو. پېرنګي دغسې یوې غاړې ته د قامي او وطني شناخت پۀ ځاے مذهبي شناخت رامنځ ته کړو او بلې غاړې ته ئې هم د دغه مذهبي شناخت پۀ بنیاد اولسونه تقسیم کړل. دغسې ئې د ازادۍ قامي او وطني تحریک نه د توان ویستو هڅې پېل کړې.
    هم دغه وخت د یورپ سرمایه دار ملکونه یو ځل بیا سره ونښتل – د دوېم لوے جنګ اور بل شو او د دغه اور لمبې د ټولې نړۍ لمنو ته ورسېدې. د برطانوي هند حکومت اٰل انډیا کانګرس ته خواست وکړو چې جنګ کښې ورسره مرسته وکړي، پۀ دې شرط چې د جنګ نه وروستو به برطانیه اختیار د هند اولس ته حواله کړي – د کانګرس مرکزي کمېټۍ کښې چې دا خبره بحث ته کېښودې شه نو اکثریت د دې تجویز مرسته وکړه خو باچا خان د دې تجویز پۀ دې دلیل مخالفت وکړو چې زمونږ مفکوره او پالیسي دواړه د عدم تشدد پۀ اصولو بناء لري نو جنګ کښې پۀ هره حواله مرسته کول او هر چا سره مرسته کول د دې اصولو پۀ ضد دي – هم دې اجلاس کښې باچا خان د کانګرس د مرکزي کمېټۍ نه پۀ دې اصولي اختلاف استعفٰي ورکړه.
    دوېم لوے جنګ پوره شپږ کاله دوام ولرلو او پۀ لکهونو انسانانو پکښې ژوندونه وبائیلل، ښارونه تباه شول او بېش بها املاک پکښې ایرې ایرې شول. د جنګ دا کلهم شپږ کاله خدائي خدمتګار تحریک د تنظیمونو مضبوطولو، د تربیتي نظام بشپړولو، د قامي شناخت پراخولو، د قامي اقتصاد انکشافولو او د فرهنګ شتمن کولو د پاره دورو، جلسو، اجلاسونو او جرګو مرکو کښې تېر کړل. بر وطن سره ئې هم دې دوران کښې اړیکې مضبوطې وساتلې.
    د جنګ نه وروستو د برطانیې حکومت د خپل لوظ سره سم د هند د اختیار ځائي اولس ته د حواله کولو د پاره خبرې اترې شروع کړې او دې سره سره ئې پۀ ټول هند کښې د ځائي ورازتونو جوړولو د پاره د انتخاباتو اعلان هم وکړو. پۀ 1946 کښې انتخابات وشول او دې وار پښتونخوا )د هغه وخت ‘اېن ډبلیو اېف پي'( کښې خدائي خدمتګار تحریک واضح اکثریت سره انتخاباتو کښې برے بیاموندو. پښتونخوا کښې د خدائي خدمتګار تحریک حکومت جوړ شو. دې حکومت راتلو سره ئې صوبه کښې د پوهنتون جوړولو قرارداد پاس کړو او تعلیم ئې مورنۍ ژبه کښې د ترتیبولو کار باندې یو ځل بیا لاس پورې کړو. لا یو کال نۀ ؤ شوے چې د برطانیې پارلېمان پۀ مذهبي بنیادونو د هند د وېش پلان منظور کړو. د جناح او ګاندهي جي مذاکرات ناکام شول.
    د هند د وېش دې پلان ته د ماونټ بېټن د ‘جون پلان’ وائي. د دې پلان تر مخه چې پۀ هند کښې چرته واضح اکثریت د مسلمانانو دے، هلته به پاکستان جوړ شي او چې کومو علاقو کښې د هندوانو اکثریت دے، هلته به بهارت جوړ شي. کومو صوبو او ولایتونو کښې چې منتخب اسمبلۍ موجودې دي، هلته به منتخب اسمبلۍ پۀ هند یا پاکستان کښې د شمولیت قرارداد منظور کړي او چرته چې نیم خود مختار ریاستونه دي، د هغه ریاستونو حکمرانان به هند یا پاکستان کښې د شمولیت فېصله وکړي. ‘اېن ډبلیو اېف پي’ کښې منتخب اسمبلي وه خو هغه د دې پلان د عمومي اصولو نه مستثنٰي وګرځولې شوه او هلته د رېفرنډم فېصله وکړې شوه. خدائي خدمتګار تحریک دغه فېصله پۀ یو شرط ومنله – هغه شرط دا ؤ چې د استصواب پوښتنه کښې دې د بهارت او پاکستان خوښې سره یوه درېمه خوښه (option) هم شامل کړې شي او هغه دا چې کۀ څوک نۀ بهارت سره کېدل غواړي او نۀ پاکستان سره نو د ازاد پښتون وطن خوښه خپلولې شي. د برطانیې حکومت او د هند نورو سیاسي ګوندونو دې شرط ته غاړه کښېنۀ ښوده. خدائي خدمتګار تحریک استصواب رایې کښې برخې اخستو نه انکار وکړو. دغسې د دغه نیمګړي رېفرنډم او جبري استصواب پۀ نتیجه کښې پۀ څوارلسم اګست 1947 کښې پاکستان او بهارت وجود کښې راغلل. د پاکستان وجود کښې راتلو سره یوه اوونۍ وروستو ګورنر جنرل د یو خصوصي ارډیننس پۀ ذریعه د خدائي خدمتګارو منتخب صوبائي حکومت مات کړو او پۀ صوبه ئې د قیوم خان پۀ مشرۍ کښې یو اقلیتي حکومت مسلط کړو.
    د هند وېش سره سم پۀ بهارت او پاکستان کښې خونړي فسادات شروع شول. دا د مذهبي جنونیت د خورولو لازمي نتیجه وه. دې سره سره بهارت نه د مسلمانانو او پاکستان نه د هندوانو او سکهانو د هجرت سلسله شروع شوه. د وېش او هجرت دوران کښې جنونیت د سفاکۍ دې انتها ته ورسېدو چې پۀ لکهونو خلق قتل کړے شول، پۀ زرګونو ښځې بې عزته کړې شوې او د اربونو املاک ایره کړے شول. د جنونیت دې لمبو کښې هم باچا خان او خدائي خدمتګارانو د فساد ودرولو، مهاجرینو سره د مرستې کولو او هجرت کوونکي د حملو نه د ساتلو کار کولو. اګرچې خپل زړونه ئې مات وو، ځکه چې ‘شرمخانو ته غورځولے شوي’ وو خو د انسانانو وینه توئېدل ئې د عدم تشدد د خپلې عقیدې سره سم ناروا ګڼل – ځکه مؤرخین پۀ دې حېران دي چې د فساداتو اور پېښور او نورې پښتونخوا کښې ولې انسانان ونۀ سوزول؟ د بهارت او پاکستان نوي حکومتونو دغسې د فساداتو د لمبو سیوري کښې کار شروع کړو.
    د قامي تحریک دا دوېم پړاو د ډېرو ازمېښتونو نه ډک ؤ. دې دوېم پړاو کښې قامي تحریک پۀ هند کښې دننه پښتون افغان قام د یوې سیاسي اکایۍ پۀ توګه د هند پۀ سیاسي ګوندونو او د برطانیې پۀ حکومت تسلیم کړو. د کلتوري شناخت پۀ توګه ئې پۀ ټوله نړۍ ومنلو. د پښتنو ځائي اقتصاد ئې تمدن سره وتړلو. د سواد او تعلیم پۀ مد کښې ئې لویې لاس ته راوړنې وکړې. خدائي خدمتګار تحریک او باچا خان د عدم تشدد او بشر دوستۍ د مفکورې علامتونه وګرځېدل. پښتون افغان قامي تحریک یوه لویه ګټه دا وکړه چې د نړیوال جنګي اقتصاد پۀ ضد ئې نړۍ ته د امن او عدم تشدد بیانیه ورکړه. پۀ ډېر ښکاره ډول ئې د پښتون وطن پۀ سینه راکښلې شوې کرښې وغندلې او د قامي وحدت بیانیه ئې پۀ مخکښې بوتله. د زندانونو ازمېښت ئې پۀ روڼ تندي برداشت کړو او د غدارۍ او هندو دوستۍ تهمتونه ئې وزغمل. دغسې پښتون قامي تحریک تنظیم پۀ سیاسي حواله نور پراخه شو، پۀ کلتوري توګه نور ژور شو او پۀ فکري توګه نور بشپړ شو. دا هم نړۍ ته ثابته شوه چې پښتون قام پۀ خپله پۀ خپل ځان حکمراني کولې شي.

    د ‘پښتون قامي تحریک’ درېم پړاو:
    د قامي تحریک دا درېم پړاو زما پۀ اند د 1948 نه شروع کېږي او پۀ 1977 کښې تمامېږي. د قامي تحریک دې درېم پړاو کښې سیاسي ماحول بیخي بدلېږي او پۀ نړیوال کچ ‘د سرمایه دارۍ او اشتراکیت سوړ جنګ’ معراج ته رسي. پاکستان کښې دننه د یو.پي نه هجرت کوونکې اشرافیه او د پنجاب اشرافیه ریاستي واک تر لاسه کوي. دا هم هغه اشرافیه وه چې د مذهبي جنون پۀ بنیاد وېش کښې ئې ونډه لرله. د برطانوي هند دوه تربیت شوې ادارې یعني ‘سول بېوروکرېسي’ او ‘فوج’ د پاکستان وراثت کښې پاتې کېږي. د صنعت او علم لوي مرکزونه هند کښې پاتې کېږي او د پاکستان معیشت محض پۀ جاګیردارۍ او تر لږه د مصنوعي اجازه دارې سرمایه دارۍ پۀ معیشت منحصر کېږي. پاکستان کښې بېلابېل قامونه لکه بنګالے، پښتون، پنجابے، سندهے، سرائیکي او بلوچ لرغون تهذیبي تاریخونه لري نو ځکه پاکستان د کثیر القومي ریاست شکل اخلي خو اشرافیه دغه ټوله ‘فطري’ تهذیبي شتمني رد کوي او پاکستان د یو مستحکم ریاست پۀ ځاے یو ‘مصنوعي’ قوم جوړول غواړي. تعلیم او تحقیق کښې تاریخ مسخ کوي او کلتوري شناختونه تحلیل کول غواړي. جغرافیه ئې دوه ټکړې ده – د پاکستان د شرق او غرب تر منځه د هند علاقه پرته ده. د طفیلي معیشت د اډاڼې د پاره سرمایه دارې نړۍ لوے طاقت ‘امریکا’ ته لاس نیسي او دغسې د سوړ جنګ پۀ صف بندۍ کښې سرمایه دارې نړۍ سره ودرېږي. د پاکستان پۀ ګاونډ کښې شرق غاړې ته هند سره د ‘دوه قومي مفروضې’ پۀ بنیاد او د کشمیر د شخړې پۀ سوب دښمنۍ ته لاس اچوي او غرب کښې افغانستان سره د ډیورنډ کرښې د وېرې او بد اعتمادۍ پۀ بنیاد تنازعه کښې ځان نښلوي. پۀ سیاسي توګه اشرافیه د مرکزیت او اٰمریت بیانیه پۀ مخکښې بوځي، جمهوري قدرونو او سیاسي عمل نه الرجي پېدا کوي او دې د پاره د مذهب لباده پۀ کار راولي.
    پۀ داسې سیاسي، اقتصادي، کلتوري او ستراتیژکي صورتحال کښې پۀ کراچۍ کښې د پاکستان د دستور ساز او ائین ساز اسمبلۍ اجلاس راوبللے شو. دا د 1948 د فرورۍ میاشت وه. د دې اجلاس صدارت د پاکستان ګورنر جنرل محمد علي جناح کولو او باچا خان دې اجلاس کښې د حزب اختلاف د رهنما پۀ حېث ګډون درلودۀ. ټولو ممبرانو سره د باچا خان د ریاست د وفادارۍ سوګند پورته کړو. د ني ریاست د پاره د اساسي قانون جوړولو بحث دوران کښې باچا خان څلور خبرې وکړې – باچا خان دې اجلاس کښې د ګډون نه مخکښې د خدائي خدمتګارو د مرکزي جرګې څو څو اجلاسونو کښې خپلو ملګرو سره د نوي صورتحال پۀ حقله بحثونه کړي وو. د باچاخان د پاکستان ائین ساز اسمبلۍ کښې دغه څلور خبرې پۀ نوي سیاسي صورتحال کښې د قامي تحریک د بنیادي بیانیې اوږدیزه وه. باچا خان خپل تقریر کښې دا ووې چې وېش وشو، مونږه د وېش سره اختلاف لرلو خو اوس چې وېش وشو نو زمونږ قام او خاوره او خلق هم دې ملک کښې دي. د وېش نه یو کال وروستو هم لا پۀ صحیح معنیو کښې ازادي نۀ ده تر لاسه شوې – د دې خبرې مطلب دا ؤ چې پاکستان کښې لا تر اوسه د برطانیې د امپراتورۍ د استعماریت تسلسل دے. دا د باچا خان وړومبۍ خبره وه. د باچا خان دوېمه خبره دا وه چې دې ملک کښې بېلابېل قامونه پۀ بېلابېلو ولایتونو او صوبو کښې اوسېږي – پښتون یو قام دے، دا ملک به هله مستحکم وي چې د بېلابېلو قامونو بېلابېلې صوبې خودمختاره وي. یعني ملک کښې وفاقي پارلېماني جمهوري نظام لازمي دے. درېمه خبره ئې دا وکړه چې دې ملک کښې د وسیلو منصفانه تقسیم ضروري دے، یعني ټولنیز عدالت د شرط حېثیت لري او دا ئې زیاته کړه چې د کوم اسلام پۀ نامه دا ملک جوړ شوے دے، د هغې شریعت هم د ټولنیز عدالت تقاضه کوي. څلورمه خبره ئې دا وکړه چې د نړۍ د طاقتونو جنګ کښې دې ملک ته ازادانه او نیوټرل خارجه پالیسي پکار ده.
    باچا خان چې د اجلاس نه ستون شو نو د خدائي خدمتګار تحریک د مرکزي جرګې اجلاس کښې ئې د سوګند خبره او د خپل تقریر متن کېښودو. جرګې پۀ متفقه طور د دې توثیق وکړو. دې نه وروستو د قامي تحریک د وړومبي او دوېم پړاو بیانیې سره د نوي صورتحال تر مخه دا هم د بیانیې نوے متن وګرځېدو. دغه بیانیه خدائي خدمتګارانو هر کلي او هرې کوڅې ته د درېو نعرو شکل کښې ورسوله:
    1. خپله خاوره – خپل اختیار
    2. پوره وي کۀ سپوره – پۀ شریکه به وي
    3. لر او بر – یو افغان
    د پاکستان نوي ګورنر جنرل محمد علي جناح خپل چېمبر کښې باچا خان سره ولیدل، پۀ تقریر ئې خوښي څرګنده کړه او لوظ ئې وکړو چې پېښور ته کله هم ځي نو د خدائي خدمتګارو مرکز ‘سردریاب’ ته به راځي. چې جناح صاحب پېښور ته څۀ موده وروستو راغلو نو ‘سردریاب’ ته د تلو نه ئې انکار وکړو او باچا خان ئې د ‘اېن ډبلیو اېف پي’ ګورنر هاوس ته راوغوښتو. باچا خان راغے، جناح صاحب سره ئې ولیدل. جناح صاحب باچا خان ته پۀ مسلم لیګ کښې د شمولیت خبره وکړه. باچا خان معذرت وکړو او ملګرو سره ئې د صلاح کولو خبره وکړه. دغسې دغه ملاقات بغېر د څۀ نتیجې سر ته ورسېدو.
    دې ملاقات نه څۀ ورځې وروستو باچا خان د جنوبي اضلاع پۀ دوره لاړو. پۀ نوي صورتحال کښې د اولس سره د تړون پۀ بنیاد تنظیمونه منظم کول او اولس ته خپله خبره رسول ضروري وو. کوهاټ کښې باچا خان ګرفتار کړے شو. پېرنګي سامراج باچا خان څۀ کم و زیارت پینځلس کاله زندان کښې ساتلے ؤ – دا ګرفتاري د باچا خان پاکستان کښې پۀ وړومبي ځل زنداني کېدل وو. دې نیولو سره سم ټوله صوبه کښې پۀ خدائي خدمتګار تحریک کرېک ډاون شروع شو. ځاے پۀ ځاے خدائي خدمتګاران نیول شروع شول. د قیوم خان پۀ مشرۍ کښې د هغه وخت د اېن ډبلیو اېف پي حکومت د مرکزي حکومت پۀ مرسته د قامي تحریک پۀ مکمله توګه باندې پۀ تحلیل کولو لاس پورې کړو. د خدائي خدمتګار تحریک ‘مرکز عالیه سردریاب’ ته ئې ډانامائیټ کېښودل او سره د بنیادونو ئې ړنګ کړو. دا د 1948 د جون جولائي میاشتې وې. د دې جبر او کرېک ډاون پۀ ضد خدائي خدمتګارو د پښتونخوا پۀ هره ضلع او اولسوالۍ کښې د اجتماعي جلسې کولو اعلان کړو او یوه لویه جلسه ئې پۀ ‘بابړه’ چارسده کښې اعلان کړه.
    د حکومت ټوله مشینري د دې جلسې ناکامولو د پاره حرکت کښې راغله. ځاے پۀ ځاے ئې د کارکنانو نیولو باندې لاس پورې کړو. ‘بابړه’ کښې دا لویه جلسه پۀ دولسم اګست 1948 اعلان شوې وه. چونکې قیادت زندانونو کښې اچولے شوے ؤ نو ځکه د دې جلسې صدارت سالار امین جان کولو. کارکنان او عام د حکومت خلق د سختیو پۀ سوب د بېلابېلو سیمو نه پۀ یوولسم اګست چارسدې ته راتلل شروع شو. دغسې د حکومت د کرېک ډاون او سختیو باوجود پۀ زرګونو کارکنان جلسې د پاره چارسدې ته راورسېدل. د جلسه ګاه چار چاپېره حکومت پولیس او پېرا ملټري دستې اچولې وې. دغه وسله بند دستې د دولسم اګست د سحر نه چمتو ولاړې وې. جلسه ګاه ته راتلونکي کارکنان به ئې وېرول. چې څنګه تلاوت وشو او جلسه پېل شوه نو د جلسه ګاه یوې غاړې ته د غازي بابا جومات سره نزدې د شور او غوبل غږونه راتلل شروع شو. نوره جلسه ګاه کښې او پۀ سټېج ناست کارکنان د دې هر څۀ نۀ وو خبر او دې کښې پۀ جلسه ګاه د مشین ګن د ګولیو تړکار شروع شو او بیا پۀ پُر امن احتجاج کوونکو هغه تور تم راکوز کړے شو چې کربلا به ترې هم امان وغواړي. د ګولیو باران او جلسه ګاه کښې خلقو د ګولیو نه ځان ساتلو د پاره یو خوا بل خوا منډې وهلې. د مشین ګن ګولۍ اېغ پۀ نېغه پۀ خلقو ورېدې. خلق راپرېوتل، بیا اوچتېدل او بیا راپرېوتل. څۀ خلقو د ځان بچ کولو د پاره نزدې سیند ته ټوپ وهلو او سیند لاهو کول. د خواوشا کلو ښځو چې د خپلو بلیو نه دا قیامت ننداره کړو نو پۀ سرونو ئې قرانونه ونیول او جلسه ګاه ته ئې رامنډې وهلې. د چا زوے، د چا پلار، د چا خاوند او د چا ورور وینو کښې لت پت پروت ؤ. ګولۍ وروونکو قرانونو ته هم ونۀ کتل؛ قرانونه هم شهیدان شول. دا واقعه سالار امین جان چا چې د دې جلسې صدارت کولو، پۀ تفصیل سره لیکلې ده. فدا عبدالمالک ‘د بابړې کربلا’ باندې چې کوم نظم ‘مرګیه مۀ راځه درځمه’ لیکلے دے، د هغې یو بند څۀ دا رنګ دے:
    کفن پۀ ترخ کښې د سیالۍ مېدان له ځمه
    سر پۀ تلي کښې د الله دربار له ځمه

    یو خوا ته توپې مشینونه
    د حکومت واړه فوجونه
    بل خوا ته قام خالي لاسونه
    مقابلې ته مې کتل حېرانېدمه
    مرګیه! مۀ راځه، درځمه
    مرګیه! مۀ راځه، درځمه

    مرګیه! مۀ راځه، درځمه
    د دې قیامت پۀ بل سبا حکومت دوه اعلانونه وکړل – یو دا چې څومره خلق پۀ دې فائرنګ کښې ټپیان شوي دي، یو سرکاري روغتون کښې به هم د دوي علاج نۀ کېږي – بل ئې دا اعلان وکړو چې چونکې دغه احتجاجي جلسه د قانون خلاف ورزي وه نو ځکه به د چارسدې اولس د ګولیو مصرف د جرمانې شکل کښې ورکوي. څۀ کم و بېش شپږ سوه کارکنان شهیدان شوي وو او پۀ سوونو نور ټپیان شوي وو او چې پۀ کومو بارودو شهیدان شوي او ټپیان شوي وو، د هغې مصرف ئې هم د هغوي د کورنیو نه واخستو. څو ورځې وروستو چې پۀ صوبائي اسمبلۍ دا قیامت خېزه واقعه د بحث لاندې راغله نو د صوبې وزیر اعليٰ ووئيل چې کۀ فوجي دستو سره ګولۍ او مرمۍ نۀ وې ختمې شوې نو چې اسمبلۍ کښې د خدائي خدمتګارو منتخب غړي ناست دي، نن به دا هم نۀ وو.
    درې کاله وروستو باچا خان خوشے کړے شو خو څو اوونۍ وروستو د نقصِ امن دفعه کښې بیا ونیولے شو او زندان کښې واچولے شو. پاکستان کښې دننه د سول او ملټري بیورو کرېسۍ مطلق العنانیت د پنجاب او د مهاجر اشرافیې پۀ مرسته نورې پنجې لګولې. د اولس اقتصادي استحصال لا نور هم ژور شوے ؤ او د مضبوط مرکز بیانیه پۀ ټوله میډیا خوره وه. سیاسي ازادۍ سلب کړې کېدې او پۀ نامه او بې اختیاره وزارتونه به جوړېدل او ورانېدل. د مذهب پۀ جامه کښې اشرافیې ټول اولس او قامونه ولقه کښې راوستل. پۀ نړیوال کچ د سرمایه دارې او سوشلست دنیا تر منځ سوړ جنګ ښۀ ګرم شوے ؤ. پاکستان پۀ مکمله توګه د امریکې جولۍ ته پرېوتے ؤ. د امریکې د اقتصادي امداد وړومبے قسط پۀ 1951 کښې رارسېدلے ؤ کوم چې د پاکستان د معیشت طفیلیت نور ژور کړے ؤ. جاګیردارۍ او د اجاره دارۍ سرمایه داري نوره بشپړه شوې وه. د افغانستان لویې جرګې د ډیورنډ کرښه رد کړې وه. ‘ون یونټ’ اعلان کړے شوے ؤ.
    د خدائي خدمتګار تحریک ټول د سر مشران پۀ مستقله توګه زندانونو کښې وو. تنظیمونه موجود وو خو عملي طور حکومت کالعدم کړي وو. هم دا وخت ؤ چې د خدائي خدمتګارو تربیه کړے شوے یو بل نوے کهول مېدان ته راووتو او د نوي صورتحال د تقاضو سره سم ئې د قامي تحریک بېرغ پورته کړو. دې کهول د خدائي خدمتګارۍ د بنیادي مفکورې سره سم د نوو تقاضو مطابق قامي تحریک منظم کول شروع کړل. تګلاره کښې ئې یو څۀ بدلون راوستو. پاکستان کښې د مېشته پینځو نورو قامونو شناخت، اقتصاد او سیاسي واک د تحلیل د اندېښنو سره مخامخ ؤ. باچا خان او ولي خان د بلوچستان میر غوث بخش بزنجو، عطاء الله منګل او نواب خېر بخش مري؛ د جنوبي پښتونخوا عبدالصمد خان اڅکزي، د بنګال مولانا بهاشاني، د سندهـ جي اېم سید او د پنجاب میا افتخار الدین سره پۀ ګډه پاکستان کښې د بېلابېلو قامونو د خود مختارۍ، ټولنیز عدالت، وفاقي پارلېماني جمهوریت او ازادې خارجه پالیسۍ د اهدافو تر لاسه کولو د پاره پۀ 1957 کښې ‘نېشنل عوامي پارټي’ اعلان کړه. دا د قامي تحریک یو بل شکل ؤ چې پاکستان کښې دننه مېشته قامونو سره پۀ ګډه د خپلواکۍ منزل ته ورسي. دا د قامي تحریک د خپلواکۍ د هدف د حصول د پاره د حالاتو سره سم تګلاره کښې یو معقول بدلون ؤ.
    پښتونخوا کښې پۀ هر کلي او بانډه کښې زاړۀ تنظیمونه د نوي صورتحال تر مخه منظم کول شروع شول. د پېښور نه تر کوئټې او د چترال نه تر بولانه د ‘خپله خاوره خپل اختیار’، ‘پوره وي کۀ سپوره پۀ شریکه به وي’ او د ‘لر او بر یو افغان’ د نعرو ګونج اورېدے شو. ټول پاکستان کښې پۀ 1958 کښې انتخابات اعلان شول. ټول ملک کښې جلسې جلوسونه شروع شول. نېشنل عوامي پارټي د خدائي خدمتګار تحریک د اوتار شکل کښې پۀ پاکستان کښې د وطن دوست، انسان دوست او قام دوست بیانیې علامت وګرځېده. دا د ریاست د استعمار پسنده او مرکزیت خوښې بیانیې یو مکمل متبادل وه. اولس کښې ئې جرړې یو ځل بیا زرغون شوې. د پاکستان د مقتدره پۀ زړۀ دا چرته ځائیده، د هغوي خو دا خیال ؤ چې خدائي خدمتګار تحریک مو مات کړو او قامي تحریک مو تحلیل کړو – بیخي د استعمار د وراثت سره سم د پاکستان د مقتدرې تر ټولو منظم ټولګي د پاکستان فوج اېغ پۀ نېغه پۀ اقتدار قبضه وکړه. پۀ 1958 کښې پاکستان کښې مارشل لاء ولګېده او جنرل ایوب خان حکمران شو. نېشنل عوامي پارټۍ باندې کرېک ډاون شروع شو او ټول قیادت زندان کښې بندي کړے شو.
    څو کاله د ایوب مارشل لائي حکومت یو سویلین مخ خپل کړو، بنیادي جمهوریتونه ئې جوړ کړل – دا ئې دې د پاره جوړ کړل چې د اولسي تنظیمي اٰلې پۀ ذریعه اولس او د اولس سیاست خپله ولقه کښې وساتلے شي. څو کاله پس ئې بیا عام انتخابات اعلان کړل. نېشنل عوامي پارټۍ د دې اېغ پۀ نېغه د اولسمشرۍ/ صدارت انتخاباتو کښې د جنرل ایوب مقابله کښې د فاطمه جناح د مرستې اعلان وکړو. انتخاباتو کښې درغلي وشوه. د درغلۍ پۀ ضد نېشنل عوامي پارټۍ د احتجاج اعلان وکړو.
    د ایوبي اٰمریت پۀ ضد او د ‘ون یونټ’ پۀ ضد د پاکستان ټولو ښارونو او بانډو کښې د نېشنل عوامي ګوند پۀ اعلان خلق راووتل. ون یونټ هغه تور قانون ؤ د څۀ تر مخه چې پاکستان دوه صوبې کړے شو – یو ته ئې ‘مشرقي پاکستان’ وئیلو او بل ته ئې ‘مغربي پاکستان’ وئیلو. د پاکستان مقتدرې د دې پۀ ذریعه یوې غاړې ته د بنګال اکثریت ختمولو چې پنجاب ته حکومت کولو کښې څۀ خنډ جوړ نۀ شي او بلې غاړې ته ئې قامي شناختونه ماتول.
    د ایوبي اٰمریت پۀ ضد احتجاج کښې د پښتنو طالب علمانو او محصلینو یو ځوان ټولګي پۀ سیاسي توګه پۀ خپله اراده ځان منظم کړو. دغه ټولګي ځان ته د ‘پښتون سټوډنټس فیدرېشن’ نامه ورکړه. دا د نولس سوه شپېتۀ (1960) د لسیزې د پاې کلونه وو. دغه ځوانانو کښې ګڼ شمېر ځوانان هغه وو چې د ولي خان د سیاسي فکر او د اجمل خټک انقلابي شاعرۍ نه متاثره وو. دې روښان فکره ځوانانو د قامي او نړیوال تاریخ پراخه مطالعه کړې وه. دوي ځان ته دستور، منشور او تنظیم ساز کړو او لږه موده کښې د دې تنظیم څانګې د پښتونخوا اکثر تعلیمي ادارو ته وغزېدې. دا د قامي تحریک او خدائي خدمتګارو درېم نسل ؤ. د خدائي خدمتګار تحریک د سیاسي او قامي شعور تخم خاوره کښې دومره پراخه او ژور تلے ؤ چې هرې څو لسیزې وروستو به ترې نوې غوټۍ ټوکېدې او نوے فصل به ترې زرغونېدو.
    پاکستان کښې د دومره پراخه احتجاج د عمومي اړي ګړي د کبله د ایوب اٰمریت ماتې وخوړه، ون یونټ مات شو خو د عامو انتخاباتو اعلانولو پۀ ځاے ئې د حکومت واک بل جرنېل ته حواله شو. یحيٰ جرنېل سیاسي قېدیان خوشي کړل او پۀ ملک کښې ئې د عمومي ټولټاکنو او عام انتخاباتو اعلان وکړو. نېشنل عوامي ګوند خپل تنظیمونه منظم کړل او د خپل منشور اعلان ئې وکړو. پۀ دې انتخابي منشور کښې ئې د هم هغه څلورو نکاتو یعني د قامي او صوبائي خود مختارۍ، وفاقي پارلېماني جمهوریت، د ټولنیز عدالت پۀ مد کښې د جاګیردارۍ ختمولو او د زمکو د اصلاحاتو او ازادې خارجه پالیسۍ اعلان وکړو. دې سره ئې د منشور یوه نکته دا هم کېښوده چې ریاست دې مذهبي امتیاز نه بالاتر وي او سیاست او مذهب دې جدا وي. د نېشنل ګوند تنظیمونو او د پښتون سټوډنټس فیډرېشن ځوانانو کلي پۀ کلي او کور پۀ کور دغه پېغام ورسولو. د پاکستان جوړېدو نه څلیریشت کاله پس ‘د یو کس، یو ووټ’ پۀ بنیاد پۀ وړومبي ځل دغه انتخاباتو کښې عوامي نېشنل ګوند د هغه وخت صوبه سرحد او بلوچستان کښې، د ذوالفقار علي بهټو پیپلز پارټۍ پنجاب او سندهـ کښې او د شېخ مجیب الرحمان عوامي لیګ بنګال کښې اکثریت تر لاسه کړو. دغسې د پاکستان پۀ کچ عوامي لیګ تر ټولو زیاتې څوکۍ وګتلې. د اصولو مطابق باید جنرل یحيٰ د اسمبلۍ اجلاس راغوښتے وے او د عوامي لیګ مشر ته ئې د مرکزي حکومت، پیپلز پارټۍ ته ئې د پنجاب او د سندهـ د حکومت او نېشنل عوامي ګوند ته ئې د صوبه سرحد او د بلوچستان د حکومت واک حواله کړے وے – خو داسې ونۀ شوه. پاکستان کښې د پنجاب مقتدرې بنګالیانو ته واک ورکول نۀ غوښتل او نۀ ئې پښتنو او بلوچو ته نیت ښۀ ؤ. د اسمبلۍ اجلاس وځنډولے شو او چې عوامي لیګ د دې خلاف احتجاج شروع کړو نو بنګال کښې ئې فوجي اپرېشن شروع کړو. بنګالیانو کښې تاو تریخوالے زیات شو. د بنګالیانو څو تنظیمونو د بهارت حکومت نه د تربیت او مصارفو مرسته اخستل شروع کړل. د فوجي اپرېشن پۀ نتیجه کښې کوم بې حده ظلم او زیاتے چې وشو، د هغې غبرګون د جنګ شکل کښې راغلو. د بهارت حکومت فوجي مداخله وکړه. د پاکستان فوج لویه فوجي ماتې وخوړه او بنګال نه ‘بنګله دېش’ جوړ شو. دا د 1971 د دسمبر میاشت وه.
    د جنګ نه وورستو باقي ولایتونه ‘پاکستان’ وګرځولے شو. مرکز او پنجاب او سندهـ کښې واک پیپلز پارټۍ ته حواله شو. د پیپلز پارټۍ رهنما ‘سول مارشل لاء اېډمنسټرېټر’ مقرر کړے شو. د هغه وخت صوبه سرحد او بلوچستان کښې د نېشنل عوامي ګوند ایتلافي حکومتونه جوړ شو او مرکزي پارلېمان کښې ولي خان د حزب اختلاف رهبر وټاکلے شو. دوه کاله وروستو د پاکستان اساسي قانون باندې اسمبلۍ کښې بحث شروع شو. د نېشنل عوامي ګوند صدر ولي خان د خپل ګوند د غاړې هم هغه خبرو باندې ټینګار وکړو کومې چې ئې انتخابي منشور کښې قام ته مخې ته ایښودې وې. دې خبرو کښې ئې د یوې خبرې اضافه وکړه چې پاکستان کښې دننه بېلابېل انتظامي وحدتونه پۀ یو انتظامي وحدت کښې راغونډ کړے شي، اساسي قانون کښې څلور صوبې ومنلې شو، بنیادي بشري حقونه ومنلے شو. لس کاله پس د صوبو خود مختاري ومنلې شوه، وفاقیت ومنلے شو؛ د عدلیې، مقننې او انتظامیې ازادي ومنلې شوه خو د پښتنو د بېلابېلو انتظامي وحدتونو یو والے ونۀ منلے شو. نېشنل عوامي ګوند دا تصور وکړو چې دا دومره ډېر قامي او اولسي او جمهوري حقونه مو تر لاسه کړل، د دغه یوې خبرې تر لاسه کولو د پاره به مبارزه جاري ساتو او دغسې د پاکستان جوړېدو نه شپږ ویشت کاله وروستو ائین او اساسي قانون لاسلیک شو.
    د دې دستور لاندې تر لاسه کړې شوو سیاسي ازادیو نه د نېشنل عوامي ګوند تنظیمونو او صوبه سرحد او بلوچستان حکومتونو پۀ خلاص مټ فائده تر لاسه کړه. د ‘خپله خاوره خپل اختیار’، ‘پوره وي کۀ سپوره پۀ شریکه به وي’ او ‘لر او بر یو افغان’ نعرې ئې ښارونو او بانډو، کلي کوڅو، تعلیمي ادارو او حجرو جوماتونو ته رسولې. قام ئې منظم کولو، د پرمختګ پلانونه ئې عملي کول، تعلیمي اصلاحات ئې کول، د قام د بېلابېل انتظامي وحدتونو یعني بندوبستي علاقو، فاټا او بلوچستان کښې د پښتنو اولسونو تر منځه ئې اړیکې مضبوطولې. د پښتون سټوډنټس فیډرېشن د ځوانانو چې اوس ئې څانګې د صوبه سرحد او بلوچستان ټولو تعلیمي ادارو کښې غزېدلې وې، سرګرمیانې زیاتې شوې وې. پۀ علمي او فکري توګه ئې روښان فکره، قام پرسته او وطن دوسته بیانیه پۀ مخکښې بوتله. د افغانستان بېلابېلو سیمو سره اولسي تړن کلکېدو. د یو قامي غورځنګ نخښې څرګندې پۀ نظر راتلې. افغانستان کښې د جنرل داود د کودتا پۀ نتیجه کښې افغاستان یو رپبلک اعلان کړے شوے ؤ. د افغانستان رپبلک پاکستان کښې د مېشته پښتنو او د ډیورنډ پۀ حقله سخت دریځ خپل کړے ؤ.
    پاکستان کښې د پنجاب مقتدره د دې قامي غورځنګ د ماتولو او افغانستان د خپل اغېز لاندې د راوستلو دسیسې کولې. د پنجاب مقتدرې د ‘سوړ جنګ’ نه د فائدې اوچتولو پلان جوړ کړو. پۀ افغانستان ئې د روس سره پۀ ژورو اړیکو تورونه لګول او د سوویت یونین پۀ مقتدره ئې تړمو اوبو ته د افغانستان پۀ ذریعه د رارسېدو تهمتونه لګول. دې کار کښې ورسره د امریکې استخباراتي ادارو او میډیا ټوله پۀ ټوله مرسته کوله. د ډیورنډ د کرښې د مصنوعیت وېرې، د قامي تحریک او قامي تړون پۀ نتیجه کښې د قامي غورځنګ خطرې پۀ سوړ جنګ کښې د امریکې د مفاداتو د تحفظ د پاره د پاکستان د پنجاب مقتدرې مستحکم افغانستان کښې اړے ګړے جوړول ضروري وګڼل. د یوې اوږد مهاله پالیسۍ تر مخه ئې د افغانستان د انتهاګر تنظیمونو ګڼ شمېر مشران پاکستان ته راوبلل او د تربیې او د تنظیم کار ئې شروع کړو. بلې غاړې ته ئې د نېشنل عوامي ګوند پۀ ټول قیادت د پاکستان خلاف د وسله والو سرګرمیانو تهمتونه ولګول )د نېشنل عوامي ګوند د بلوچستان صرف دوه رهبرانو د ګوند ناخبرۍ سره څۀ وسله والې دستې تیارول شروع کړي وو. دا د ګوند د عمومي پالیسۍ پۀ ضد وه نو ځکه ګوند د دوي خلاف تنظیمي کاروائي هم کړې وه(. د ذوالفقار علي بهټو حکومت د بلوچستان صوبائي حکومت مات کړو. د دې غبرګون کښې د صوبه سرحد حکومت هم استعفٰي ورکړه او نېشنل ګوند حکومت پرېښودو.
    پۀ 1974 کښې د پاکستان مقتدرې یوې غاړې ته افغانستان کښې اړي ګړي د پاره د انتهاګر تنظیمونو د مشرانو پاکستان کښې تربیه کول شروع کړل او بلې غاړې ته ئې د نېشنل عوامي ګوند د روښان فکره مشرتابې پۀ ضد کرېک ډاون پېل کړو. د نېشنل عوامي ګوند ټول مرکزي او صوبائي قیادت ئې ګرفتار کړو او چې کوم پاتې شو، هغه جلاوطن شول. دغسې د پښتون سټوډنټس فیډرېشن څۀ قیادت ګرفتار شو او څۀ جلاوطن شو. د نېشنل عوامي ګوند مشرانو او کارکنانو نه د پاکستان ټول زندانونه ډک کړے شول. د نېشنل ګوند د مرکزي صدر ولي خان او نورو مشرانو خلاف د غدارۍ مقدمه د پاکستان سپریم کورټ کښې شروع شوه او ګوند کالعدم وګرځولے شو. د غدارۍ دې مقدمه کښې د ولي خان مفصل بیان د هغۀ کتاب ‘باچا خان او خدائي خدمتګاري’ کښې موجود دے او د دې اردو ژباړه د جدا کتاب کښې د ‘اور بیان اپنا’ تر عنوان لاندې چاپ ده. د نولس سوه شپېتم او اویایم (1960-70) ډېره برخه باچا خان پۀ جلال اباد کښې تېره کړه. دې عمر کښې به ئې هم د قامي وحدت، د ملي شناخت، روښان فکرۍ او انسان دوستۍ د پاره ځاے پۀ ځاے جرګې مرکې کولې.
    پۀ 1976 کښې د ذوالفقار علي بهټو د حکومت پینځۀ کال پوره شول نو پۀ ملک کښې د عامو انتخاباتو او ټولټاکنو اعلان وشو. پۀ داسې حال کښې چې نېشنل عوامي ګوند کالعدم کړے شوے ؤ، مشرتابه یا زندان کښې وه او یا جلاوطن وه، د عوامي نېشنل ګوند پاتې شونکې مشرتابې او د تنظیمونو کېډر ګوند د ‘نېشنل ډیموکرېټک پارټي’ پۀ نوم رجسټرډ کړو. دې وار د ولي خان مېرمن او د باچا خان نږور نسیم ولي خان د درېم نسل د کېډر پۀ مرسته د ذوالفقار علي بهټو فسطائي حکمراني چېلنج کړه. نورو سیاسي ګوندونو سره ئې انتخابي ایتلافونه وکړل. قامي تحریک یو ځل بیا مېدان کښې ؤ، غزونې ئې وکړې او تنظیمونه ئې منظم کړل. د دې ګوند مرکزي مشر شېر باز خان مزاري ؤ خو اصل قیادت د نسیم ولي خان لاس کښې ؤ چا ته چې د خدائي خدمتګارانو درېم نسل د ‘مور بي بي’ خطاب ورکړو. مور بي بي پۀ ډېره مړانه د ټول ملک او د ټولې صوبې دورې وکړې، تنظیمونه ئې منظم کړل او انتخابي مهم ئې تود کړو. یو ځل بیا د ‘خپله خاوره خپل اختیار’، ‘پوره وي کۀ سپوره پۀ شریکه به وي’ او د ‘لر او بر یو افغان’ نعرې کلو، کوڅو او ښارونو کښې واورېدلې شوې. انتخابات وشول خو د حزب اختلاف ایتلافي ګوندونو د انتخابي نتیجو منلو نه انکار وکړو. د حکومت پۀ ضد احتجاجي جلسې او جلوسونه شروع شول، ملک کښې اړے ګړے پېدا شو او یو ځل بیا د فوج جرنېلانو اېغ پۀ نېغه پۀ اقتدار قبضه وکړه. دا د 1977 د جولائي میاشت وه. جرنېل ضياء چیف مارشل لاء اېدمنسټرېټر شو. ضیاء جرنېل د مارشل لاء لګولو نه وروستو خپل وړومبي تقریر کښې لوظ وکړو چې درې میاشتې وروستو به شفاف انتخابات کولے شي. دې سره ئې د سیاسي قېدیانو د خوشي کولو اعلان هم وکړو.
    د قامي تحریک دې درېم پړاو کښې د قامي شناخت د تحلیل کولو دسیسې شنډې کړې شوې، د روښان فکره سیاسي نظم اجتماعي کولو مفکوره ترتیب کړې شوه، اساسي قانون کښې د قامي خود مختارۍ، ټولنیز عدالت او بشري حقونو تصور پۀ مقتدره ومنلے شو، د وفاقي پارلېماني جمهوریت تصور ومنلے شو او د قامي تحریک تنظیم باندې بې شمېره بریدونه پۀ شا کړے شو او د قامي وحدت اجتماعي احساس لا نور ژور شو. د قامي تحریک درېم ځوان کهول د قامي تحریک برخه شو.

    د ‘پښتون قامي تحریک’ څلورم پړاو:
    زما پۀ اند د قامي تحریک دا څلورم پړاو د 1978 نه پېل کېږي او لا تر اوسه دوام لري. د وخت پۀ حساب د دې پړاو دا یو څلوېښتم کال روان دے.
    دې پړاو کښې پۀ نړیوال کچ سوړ جنګ بیخي عروج ته رسېدلے ؤ. افغانستان کښې د ثور انقلاب نه وروستو د نړۍ پۀ اقتصادي او فوجي مرسته د انقلاب پۀ ضد را اوچت شوي قبائیلي پاڅون ته د پاکستان مقتدرې د انتهاګر فکر یوه مفکوره هم جوړه کړې وه، تنظیمونه ئې ساز کړي وو او وسله وال غبرګون ته ئې د تربیې پراخه انتظام هم جوړ کړے ؤ. د ثور انقلاب د کفر د نظام پۀ توګه پۀ خلقو ومنلے شو چې لا بیا سوویت یونین د یوې معاهدې تر مخه د افغانستان د دولت مرستې ته راورسېدو نو د پاکستان مقتدرې د نام نهاد ‘جهاد یو پوره صنعت’ جوړ کړو. د تعلیمي نصاب، د مطبوعاتو د پراخه نېټ ورک او د حجرې، جومات او مدرسې پۀ ذریعه ئې د جهاد بیخي نوے تعبیر ایجاد کړو. د شخصي وسله والو ګوندونو جنګ او جارحیت ته ئې جهاد ووې او دا ئې د هر ماشوم، لوي او ښځې نر غوږونو ته ورسولو. د ټولې سرمایه دارې نړۍ نه د ډالرو، پونډونو او پټرو-ډالرو پۀ زور ئې د انتهاګرۍ یو بشپړه اقتصاد جوړ کړو. د افغانستان اولسونه ئې وهڅول چې هجرت وکړي او بیا د مهاجرو کېمپونه د شخصي ملېشاو رېکروټنګ مرکزونو کښې بدل شو. د جنوبي او مرکزي اسیا او د غربي اسیا د انتهاګرو ډلې ئې منظم کړې. پنجاب کښې ئې د دې فکري او د هغه وخت صوبه سرحد او بلوچستان کښې ئې د دې یو پراخه طبعي او جسماني انفراسټرکچر جوړ کړو. د پاکستان او افغانستان پښتنه ټولنه او د نورو محکومو او وروستو پاتې قامونو ټولنې ئې د انتهاګر فکر سر تر پښو ولړلې. د سیاست او کلتور رګونو کښې ئې انتهاګر فکر وټومبلو. دې ټول بشپړ عمل سره د پاکستان د پنجاب مقتدرې ته درې غټې ګټې تر لاسه کېدې؛ یوه دا چې پښتون قامي شناخت به تحلیل شي او دې سره به پښتون قامي تحریک مات شي – دوېم دا چې د افغانستان هېوادي ساختونه به مات شي – او درېم دا چې پۀ دلو دلو ډالرې به وګټي او اقتصاد به ئې وده وکړي.
    هم دا هغه وخت ؤ چې د پښتون قامي تحریک تنظیم یو عبوري دور نه تېرېدو. نېشنل ډیموکرېټک پارټي یو عارضي سیاسي انتظام ؤ. د تنظیم د شلولو شوو مزو د تړلو د پاره نېشنل ډیموکرېټک پارټي، د سندهـ بعضې سیاسي ډلې او د هغه وخت بعضې د کیڼ لاس سیاسي ډلې سره کښېناستې او پۀ 1986 کښې ئې د ‘عوامي نېشنل پارټي’ پۀ نوم یو بشپړ او پراخه تنظیم ساز کړو. دا د خدائي خدمتګار تنظیم څلورم شکل – وړومبے ‘انجمن اصلاح الافاغنه’، دوېم ‘نېشنل عوامي پارټي’ (NAP)، درېم ‘نېشنل ډیموکرېټک پارټي’ (NDP) او څلورم عوامي نېشنل پارټي (ANP) – د دې ګوند زیاتر کېډر پۀ وړومبو وړومبو کښې د ‘خدائي خدمتګار تحریک’ درېم نسل/ کهول ؤ او د دې مرکزي صدر ولي خان ؤ.
    د خدائي خدمتګار تحریک د څلورم ارتقائي تنظیم مشرتابې او کېډر ته د نوي صورتحال سره سمه سیاسي بیانیه هم ترتیبول وو، تنظیمونه هم منظم کول وو او تګلاره هم ټاکل وو. د بیانیې اجزاء ئې هم هغه ترتیب کړل کوم چې پۀ وړومبي سر کښې خدائي خدمتګار تحریک ټاکلي وو – عدم تشدد، بشر دوستي، صنفي مساوات، د قومونو د شناختونو پۀ بنیاد د دوي تر منځه مساوات، ټولنیز عدالت او سماجي انصاف، د مذهب او سیاست جدا کول، وفاقي پارلېماني نظام او صوبائي خود مختاري او ازاده او معتدل خارجه پالیسۍ کښې پۀ سوړ جنګ کښې نیوټرل پاتې کېدل او ګاونډیانو سره د بقاء باهمي پۀ بنیاد د خبرو اترو پۀ ذریعه شخړې هوارول شامل وو. پۀ ټولو صوبو کښې ئې سر دوباره جمهوري تنظیمونه جوړ کړل او پاکستان کښې ئې د پنجابي، سندهي، پښتون او بلوچ سره سره سرائیکیان هم قام وګڼلو نو ځکه ئې ‘سرائیکي وسیب’ هم صوبه ومنله او هلته ئې هم صوبائي تنظیم جوړ کړو.
    د ملکي او نړیوال سیاست پۀ حواله عوامي نېشنل ګوند د فوجي حکومت د ختمولو، سیاسي او جمهوري نظام بحال کولو او د پاکستان د مقتدرې سوړ جنګ کښې د سرمایه دارې دنیا د یو پراکسي د رول پۀ ضد د تحریک چلولو پرېکړه وکړه. دې مهال د ضیاء جرنېل د نوي (90) ورځو د لوظ نهه کاله شوي وو. د پاکستان اساسي قانون ئې مسخ کړے ؤ، دې کښې ئې د خپلې خوښې انتهاګرې او اٰمرانه مادې شاملې کړې وې، د پاکستان دغه فوجي مارشل لاء یوې غاړې نه د انتهاګر نظام، اقتصاد او تنظیمونو بشپړ جال جوړ کړے ؤ او بلې غاړې ته ئې د ملک دننه سیاسي نظام، ټولنیز ساختونه او کلتوري شناختونه هم ماتول.
    عوامي نېشنل ګوند د پوځي حکمرانۍ پۀ ضد پیپلز پارټۍ او نورو سیاسي ګوندونو سره پۀ اتحاد یو پراخه احتجاجي تحریک شروع کړو. د جمهوریت د بحالۍ دې تحریک دومره زور واخستو چې فوجي جرنېلانو د حکمرانۍ سویلین شکل مخې ته راوړو. بلې غاړې ته هم د دې تحریک پۀ ذریعه عوامي نېشنل ګوند ټولې صوبې او ټول ملک ته ورسېدو او د افغانستان د هېواد ورانولو دسیسه ئې خلقو ته بربنډه کړه. دې سره سره ئې دغه جهاد ته فساد ووئیلو او دا ئې قام او اولس ته څرګنده کړه چې دا د کفر او اسلام جنګ نۀ دے بلکې د سرمایه دارۍ او سوشلزم جنګ دے، د روس او امریکې جنګ دے، دا پۀ پاکستان کښې پۀ خصوصي توګه پۀ پښتنو راتپلے شوے جنګ دے او د افغانستان د هېواد د ورانولو جنګ دے – یو ځل بیا د ‘خپله خاوره خپل اختیار’، ‘پوره وي کۀ سپوره پۀ شریکه به وي’ او د ‘لر او بر یو افغان’ نعرې د پښتونخوا ګوټ ګوټ کښې پورته کېدل شروع شو.
    دا ډېره د حېرانتیا خبره ښکاري چې ټوله نړۍ د ډالرو د بوریو خولې پرانستې وې او د پاکستان د اشرافیې د افغانستان د ورانولو دې فساد کښې مرستیاله وه، څنګه یو سیاسي ګوند د دې ټولې نړۍ او د پاکستان د مقتدرې د زور او د انتهاګرې بیانیې، انتهاګر سیاست او انتهاګر اقتصاد پۀ ضد بیخي یوه متبادل بیانیه وړاندې کړه او د دې ټولې نړۍ د سیاست مخې ته ودرېدو؛ قامي شناخت ئې وژغورلو، د افغانستان د رغولو لارې ګودرې ئې پرانستې او یو قام ئې د اور سمندر کښې د لاهو کېدلو نه وساتلو. دا شاید د خدائي خدمتګار تحریک د اویاو کلونو د تنظیمي تسلسل، د مدللې سائنسي بیانیې او اولس سره د نۀ ماتېدونکي تړون برکت ؤ. دې دوران کښې باچا خان پۀ حق ورسېدو او د هغۀ د وصیت مطابق هغه پۀ جلال اباد کښې د ښخولو تیارۍ شروع شوې. داسې ښکارېدل چې د هرې سیمې نه خلق د باچاخان جنازې د پاره راخوټکېدل. پۀ لکهونو خلق د پېښور نه جلال اباد ته تلو د پاره راغونډ شول. د بهارت وزیر اعظم خپل ټول مصروفیات شا ته کړل او پېښور ته سره د بچو د باچا خان جنازې له راغلو. د درېو ملکونو قامي بېرغونه پۀ ماتم کښې ټیټ کړے شول. د خلقو د جلوس یو سر جلال اباد کښې ؤ او بل سر پېښور کښې – ډېره موده کښې پۀ وړومبي ځل د ډیورنډ کرښه د اولسي پاڅون لۀ برکته تحلیل شوه.
    د پښتون افغان اولس د لکهونو انسانانو د قتل عام او د لکهونو انسانانو د کډوالۍ نه وروستو د امریکې او روس تر منځه د روغې جوړې اثار پېدا شول، د جنېوا معاهده وشوه او روسي فوجونه د افغانستان نه ووتل. د دې نه څۀ موده وروستو جرنېل ضیاء یو هوائي حادثه کښې مړ شو. پاکستان کښې عبوري حکومت جوړ شو او دې حکومت پۀ 1988 کښې پۀ ملک کښې د عام انتخاباتو اعلان وکړو. عوامي نېشنل ګوند انتخاباتو کښې د خپل منشور پۀ بنیاد برخه واخسته. مناسب څوکۍ ئې تر لاسه کړې او پیپلز ګوند سره ئې پۀ دې شرط ایتلافي حکومت صوبه کښې جوړ کړو چې فوجي اٰمریت چې پۀ خپل وخت کښې اساسي قانون د کومو مادو پۀ ذریعه مسخ کړے دے، هغې کښې به ترمیم کوي؛ خارجه پالیسي او پۀ خصوصي توګه د افغانستان پۀ حقله پالیسۍ کښې به بدلون راولي او د صوبې نوم به د قامي شناخت سره سم ټاکي. د پیپلز پارټۍ د ساده اکثریت مرکزي حکومت دغه شرطونه تر سره نۀ کړے شول او څۀ موده وروستو د عوامي نېشنل ګوند ممبران د ایتلافي حکومت نه ووتل. عوامي نېشنل ګوند د حزب اختلاف پۀ حېث پارلېمان کښې او د پارلېمان نه بهر د اساسي قانون د وفاقیت، جمهوریت او خود مختارۍ پۀ حقله مادو کښې د ترمیم د پاره خبره او جلسې جلوسونه کول. دې سره سره ئې د کالاباغ ډېم پۀ ذریعه د پښتنو د درېو اولسوالیو د ډوبولو پۀ ضد لاریونونه کول.
    افغانستان نه د روس فوج لاړو خو جنګ ونۀ درېدو. یوې غاړې ته د پاکستان مقتدرې د افغانستان هېواد د تحلیل کولو پۀ نتیجه کښې خپله ولقه کښې د راوستلو، بلې غاړې ته انتهاګر تنظیمونه مرکزي اسیا ته د رسېدلو پلان لرلو او درېمې غاړې ته جهادي تنظیمونو کښې هر یو تنظیم ځان ځان له د افغانستان واک ته رسېدل غوښتل. امریکا د افغانستان او سیمې نه ستنه شوې وه خو د امریکې وسلو، وسیلو او ډالرو یوه ځان وژونکې بیانیه سازه کړې وه. د پاکستان مقتدرې دا ټوله پېچلتیا پۀ کار راوسته. افغانستان ماتېدو کښې د پنجاب خېر ؤ. ډاکټر نجیب الله شهید کړے شو. د پاکستان مقتدرې څۀ انتهاګر تنظیمونو له کشمیر ته مخه کړه او د افغانستان تنظیمونو کښې به ئې کله یو کله بل سره مرسته کوله. سول وار چې څومره زیاتېدو، دومره د پاکستان د مقتدرې اهداف تر سره کېدل. د جنګ او انتهاګرۍ اقتصاد کښې د پاکستان جرنېلانو اربونه ګټل او د افغانستان اولس د افلاس ژور ګړنګ ته غورځېدو. د پاکستان مقتدرې دې لوګو کښې او د افغان اولس دې قتل عام کښې خپله تر ټولو زوروره دسیسه عملي کړه. د قندهار نه را اوچت کړے شوي د طالبانو تحریک باندې ئې لاس واچولو. کابل ئې پرې ‘فتح’ کړو او افغانستان اېغ پۀ نېغه د القاعده او د پاکستان د مقتدرې ولقه کښې راغلو. د افغانستان جهادي تنظیمونو او د طالبانو تحریک د پاکستان د مقتدرې د بې تنخواه او بې وظیفې فوج کردار ولوبولو. د افغانستان د هېواد ماتولو، د افغان اولس قتلولو او کډوال کولو او د افغانستان د استقلال مريي کولو کښې دغه جهادي تنظیمونو او د طالبانو تحریک د أجرتي قاتلانو رول ولوبولو – لکه څنګه چې د پاکستان مقتدرې د امریکې جنګ کښې د أجرتي رول ولوبولو.
    دې دوران کښې د یوولسم ستمبر 2001 پېښه وشوه. د امریکې متحده ایالاتو د پېښې پړه پۀ القاعده او د هغې پۀ مشر اسامه بن لادن واچوله او د طالبانو امارت نه ئې د هغۀ امریکې ته د حواله کولو غوښتنه وکړه. د راپورونو مطابق د پاکستان پۀ لمسه طالبانو دې غوښتنې تر سره کولو نه معذرت وکړو او د دې نتیجه کښې امریکې پۀ افغانستان برید وکړو. د طالبانو امارت ړنګ شو او طالبان ځاے پۀ ځاے خوارۀ شول. د طالبانو زیاتره مشرتابه پاکستان کښې بلوچستان او صوبه سرحد کښې ځاے کړې شوه. ولي خان خپل اخري پرېس کانفرنس کښې د افغانستان د بیا رغوڼې غوښتنه وکړه. نړیوال طاقتونو ‘بون’ جرمني کښې د افغانستان د بېلابېلو سیمو او طبقو مشرتابه راغونډه کړه او پۀ 2001 کښې د افغانستان د رپبلک عبوري دولت وجود ته راغلو.
    دې ټوله موده کښې د قامي تحریک تنظیم عوامي نېشنل ګوند پاکستان کښې دننه پۀ خپلو انتخابي منشورونو کښې د افغانستان پۀ حقله د پالیسۍ د بدلون، د انتهاګر معیشت د راغونډولو، د قامي وحدت پۀ مد کښې پۀ وړومبي پړاو کښې د صوبې سره د فاټا د انضمام، ټولنیز عدالت او وفاقي پارلېماني نظام پۀ بنیاد تحریکونه هم چلول او ایتلافي حکومتونو کښې هم شاملېدل. هر ایتلافي حکومت کښې به د شاملېدو شرطونه دا وو چې د قامي شناخت سره سم دې د صوبې نوم بدل کړے شي، د ‘فاټا’ دې پښتونخوا سره انضمام وکړے شي، د کالا باغ ډېم منصوبه دې ترک کړې شي او دستور کښې ورکړې شوې صوبائي خود مختتاري دې عملي کړې شي. د قامي تحریک دې څلورم پړاو کښې د خدائي خدمتګارو درېم نسل ته مشرتابه حواله شوه او بل لوے کار دا وشو چې د جدید سهولتونو سره د تحریک لوے ‘باچا خان مرکز’ تعمیر کړے شو. درېم کهول د نوي علم، بدلېدونکي سیاسي صورتحال، نوې ټېکنالوژۍ او نوي تصوراتو پۀ رڼا کښې د تحریک د تاریخ د خوندي کولو، د مطبوعاتو د بشپړ نظام د جوړولو، د تحقیق ادارې د جوړولو، د علم د تخلیق د ادارو پۀ شکل کښې او د باچا خان د ازاد سکولونو د تسلسل بیا جریان د پاره د باچا خان سکولونو د جوړولو او د دې ټولو سرګرمیو پۀ ذریعه د تحریک او ګوند بشپړه بیانیه ترتیبولو باندې لاس پورې کړو. دې سره ‘پښتون’ مجله بیا جاري کړې شوه.
    د نوې بیانیې د ترتیب بنیاد هم د خدائي خدمتګار تحریک د اصولو نه اخذ کړے شوے ؤ خو دې وارې د دې مفصله درجه بندي وکړې شوه. دا پۀ سیاسي، قامي، اقتصادي، کلتوري او ټولنیز اړخونو کښې ووېشلې شوه. د ‘فاټا’ پالیسي د یو دستاوېز شکل کښې ولیکلې شوه او د افغانستان پۀ حقله پالیسي پۀ تفصیل سره تشکیل کړې شوه. د پاکستان پۀ اساسي قانون کښې د قامي خود مختارۍ چې د قامي خپلواکۍ غاړې ته یو لوے ګام دے، د هغې قانوني او دستوري اړخونه پۀ بشپړه توګه مرتب کړے شول. د بشر دوستۍ او وفاقي پارلېمان اجزاء پۀ سائنسي او قانوني توګه تشکیل کړے شول، د نر واکۍ د ختمولو د پاره قوانین وضع کړے شول او د تعلیمي نظام او نصاب اړخونه څرګند کړے شول. د وسیلو د اختیار پېمانې وټاکلې شوې.
    د دې منشور د نفاذ د پاره د تحریک بېلابېلې څانګې لکه ‘پښتون سټونټس فیډرېشن’، ‘ملګري ډاکټران’، ‘ملګري وکیلان’، ‘ملګري استاذان’ او ‘ملګري لیکوالان’ منظم کړےشول. اولس سره د تړون د پاره د متبادل میډیا اوزار تر لاسه کړے شول. ‘باچا خان مرکز’ کښې د تحقیق د پاره یوه لویه حواله جاتي لائبرېري جوړه کړې شوه، د مطبوعاتو او تحقیقونو د چاپ کولو سلسله شروع شوه، افغانستان سره د اولسي اړیکو سلسله روانه شوه. د ښاریزو سیمو د ټولنیز بدلون سره سم د مډل کلاس او ښځو تحریک سره د تړلو پلان جوړ شو – دې عمل کښې کم و بېش دوه لسیزې تېرې شوې او خوشبختانه دې دوران کښې یوې غاړې ته ټولنیزې رسنۍ او سوشل میډیا منځ ته راغله کوم چې د پښتنو بېلابېل اولسونه د ډیجیټل میډیا پۀ ذریعه وتړل او بلې غاړې ته نوي ټولنیز حقیقتونه لکه د ابادۍ زیاتېدل، ابادۍ کښې د ځوان کهول زیاتېدل، د ښځو د ټولنې بېلابېلو اړخونو کښې خپل رول لوبول او د مډل کلاس د پېشه ورو زیاتېدل هم څرګند شول. پښتانۀ د دنیا ګوټ ګوت ته ورسېدل، بانډې کلو کښې قصبو کښې او قصبې ښارونو کښې بدلې شوې. د اطلاعاتو ټېکنالوژۍ، د جینیاتو ټېکنالوژۍ او خلائي ټېکنالوژۍ پۀ قام او ټولنه بېلابېل اغېزونه وکړل. د تحریک غونډو کښې پۀ دې ټولو عواملو بحثونه روان شول خو دې سره سره د ریاست اشرافیه پۀ نوي شکل کښې د قامي تشخص د ماتولو پلانونه عملي کول. افغانستان کښې ئې یو بل جنګ شروع کړے ؤ او انتهاګر معیشت ترهګر معیشت کښې بدل شوے ؤ.
    دې توانمندو حقیقتونو او چېلنجونو سره عوامي نېشنل ګوند پاکستان کښې پۀ 2008 کښې منعقد کړے شوي عامو انتخاباتو کښې برخه واخسته. د خدائي خدمتګار تحریک دې څلورم پړاو د تحریک د درېم نسل قیادت کښې ګوند صوبه سرحد کښې تر ټولو زیاتې او پۀ مرکز کښې ئې هم مناسب چوکۍ تر لاسه کړې. صوبه کښې ئې خپل حکومت جوړ کړو او مرکز کښې ایتلافي حکومت کښې شامل شو. ایتلافي حکومت کښې د راتلو نه صرف دوه کاله وروستو د پیپلز پارټۍ پۀ مرسته ئې ‘اتلسم ائیني ترمیم’ پارلېمان کښې پېش کړو. دې ترمیم ته مونږ پاکستان کښې ‘دستوري انقلاب’ وئیلے شو. دې ترمیم د پاکستان اساسي قانون کښې د سلو نه زیاتې مادې ترمیم کړې؛ اوولس وزارتونه صوبو ته راغلل، د پښتنو صوبه د قامي شناخت سره د ‘خېبر پښتونخوا’ پۀ نوم بدله شوه، د بشري حقونو باب کښې د تعلیم د حق او د اطلاعاتو د حق اضافه وشوه، د حکومت جوړولو او ماتولو اختیار منتخب پارلېمان ته ورکړے شو، د فوجي کودتا لارې بندې کړې شوې، فطري وسیلو کښې د صوبو نیم حق ومنلے شو، د صوبو نورو ملکونو سره پۀ ګډه د پرمختګ پلان جوړولو حق ومنلے شو – پۀ لنډو ټکو کښې د قامي خود مختارۍ، قامي شناخت، وفاقي پارلېماني جمهوریت، بشر دوستۍ او د وسیلو د اختیار غاړې ته یو تاریخي ګام پورته کړے شو. دا د قامي تحریک د درېم نسل د مشرتابې لویه تاریخي او قامي کارنامه ده. د پښتون قامي تحریک تاریخ کښې به دا د سرو زرو پۀ ټکو لیکلے کېږي.
    بلې غاړې ته د عوامي نېشنل ګوند صوبائي حکومت د پرمختګ پۀ منصوبو لاس پورې کړو. پۀ څلور کاله کښې ئې اووۀ پوهنتونونه، دوه شپېتۀ پوهنځایونه )کالجونه( او څلور نیم سوه سکولونه جوړ کړل. یوه لویه برخه ئې د هاغه سکولونو بیا بحال کړه چې د ترهګرۍ لړۍ کښې پۀ لرې ابادو غرئیزو سیمو کښې وران کړے شوي وو. د اٰئل رېفائنري اېکټ ئې منظور کړو، مورنۍ ژبه ئې تر دولسم ټولګي لازمي کړه، نصاب کښې ئې روښان فکره بدلون راوستو، د ‘سورې’ پۀ ضد ئې قانون جوړ کړو، ټوله پښتونخوا ئې د سړکونو پۀ ذریعه یو بل سره وبڼله، غټ غټ سرکاري روغتونونه ئې جوړ کړل، کلي او بانډې ئې پۀ جدید سهولتونو اباد کړل او افغانستان سره ئې تجارتي اړیکې زیاتې کړې.
    د پاکستان مقتدره چې دا ټول هر څۀ مشاهده کړل نو د ترهګر معیشت نېټ ورک کښې ئې ساه پوک کړه. د عوامي نېشنل ګوند د کارکنانو ټارګټ کلنګ/ هدفي وژنه شروع شوه. د عوامي نېشنل ګوند منتخب نمائندګان او کېډر ئې پۀ هره سیمه کښې پۀ نخښه کړل. د پاکستان مقتدرې ته دا معلومه شوه چې د جنګ د اقتصاد پۀ ضد او د قامي شناخت د تحلیل کولو پۀ ضد هم دغه تحریک تر ټولو لوے مورچل دے. مقتدرې دا معلومه کړه چې د بشر دوستۍ د تصور ختمولو، د جمهوري فکر د ورانولو، د قامي وحدت د تصور تورژن کولو او د افغانستان د رپبلک د نړولو پۀ لار کښې تر ټولو لوے خنډ عوامي نېشنل ګوند دے نو ځکه ئې دغه قامي تحریک رېبل شروع کړل. بلې غاړې ته ئې د تحریک مشرتابه د مالي بدعنوانیو او د غدارۍ پۀ تمهتونو تورژن کولو باندې لاس پورې کړو. حال دا دے چې د عوامي نېشنل ګوند د حکومت د تمامېدو اووۀ کاله وشو او لا تر اوسه یو منتخب غړے یا عهدېدار هم د کرپشن یوه عهده کښې مطلوب نۀ دے. د حکومت نمائنده نه وروستو عوامي نېشنل ګوند د پاکستان مقتدرې ته دا خبره واضحه کړه چې افغانستان کښې د طالبانو پۀ ذریعه جنګ تودول د سیمې ملکونو کښې د جنګ اور بلول دي. بله خبره ئې دا واضحه کړه چې عوامي نېشنل ګوند به د پښتنو د وحدت او د قامي شناخت د ګټلو خبرې نه چرته هم وانۀ وړي. یوه درېمه خبره ئې دا واضحه کړه چې د پښتنو پۀ خاوره د ترهګرۍ اقتصاد پۀ ضد به عوامي نېشنل ګوند د عدم تشدد د اصولو پۀ بنیاد مبارزه جاري ساتي.
    دا مهال د عوامي نېشنل ګوند تنظیمِ نو شوے دے. د خدائي خدمتګار تحریک څلورم نسل د درېم نسل سره مشرتابه کښې ګډ شوے دے. قامي تحریک دا مهال تنظیم لري، د تنظیم څانګې لري، د نوي دور سره سمه بیانیه لري. نن د نړۍ دوه غټې ستونزې دي – یوه ترهګري ده کومې چې نړیواله ټولنه عدم استحکام سره مخ کړې ده او دوېمه ستونزه پاپولزم دے چې نړیوال سیاسي نظام ئې اړي ګړي سره مخ کړے دے. د پښتنو د قامي تحریک تنظیم عوامي نېشنل ګوند د عدم تشدد بیانیه او تاریخ هم لري او د بشر دوستۍ پۀ اصولو جمهوري فکر هم لري. دې دواړو کښې د نړیوالو ستونزو حل موجود دے.
    د پاکستان مقتدره د طفیلي معیشت پۀ سوب ترهګر معیشت هم هغسې پۀ مخکښې روان کړے دے. نړۍ کښې کله یو طاقت او کله بل طاقت ته خپل خدمات وړاندې کوي. افغانستان کښې د ترهګر نېټ ورک جنګ د پاکستان پۀ مرسته کېږي. د اتلسم ائیني ترمیم پۀ ضد مرکزیت خوښې بیانیه لا تر اوسه د پاکستان د مقتدرې خوښه بیانیه ده. د وسیلو د منصفانه وېش لارې بندوي، سیاسي او جمهوري عمل تورژن کوي او قامي شناخت تحلیل کول غواړي. د کارکنانو ګرفتارۍ او ټارګټ کلنګ روان دے او د سوچ او فکر د اظهار ازادي سلب کوي. د اولس اقتصادي پرمختګ لارې بندوي او د حکومت د ټېکسونو پۀ ذریعه د عام اولس نه ورځ تر ورځ څرمن وباسي. د پاکستان د مقتدرې خارجه پالیسي لا تر اوسه د شخصي وسله وال ملېشاو د استعمال پۀ ذریعه تر سره کېږي. پۀ څلورو کښې درې ګاونډي هېوادونو سره پۀ جنګ دے. د پاکستان د فوج جرنېلان اېغ پۀنېغه کودتا نۀ شي کولې نو یو ګوډاګے حکومت ئې کښېنولے دے. د دې ګوډاګي پۀ ذریعه سیاسي نظام د مرکزیت غاړې ته بوځي، اقتصادي نظام نړیوال مالي ادارو ته حواله کوي، ټولنیز نظام یکسانیت ته بوځي او کلتوري شناختونه تحلیل کوي. سیاسي ګوندونه ماتوي، مدني ټولنې محدودوي او میډیا او رسنۍ تړي.
    د قامي تحریک دې څلورم پړاو کښې د خدائي خدمتګار تحریک څلورم نسل د دې ټولو چېلنجونو شعور لري. قامي تحریک سره دې څلورم پړاو کښې مطبوعاتي نظام کښې ‘پښتون’ مجله هم شته او د کتابونو د چاپ کولو توان هم شته، اطلاعاتي ټېکنالوژي هم شته او متبادل رېډیو او ټي وي هم شته. د قامي تحریک بیانیې د ژوروالي د پاره باچا خان سکولونه هم شته او د مدني بنسټ شکل کښې باچا خان ایجوکېشن هم شته کوم چې یوې غاړې ته د باچا خان سکولونو کښې متبادل قامي بیانیه هم خوروي او د ځوانانو د تربیت او سټډي سرکلو پۀ ذریعه ځوان کهول کښې د قامي شناخت، ټولنیز عدالت، عدم تشدد، صنفي مساوات او بشر دوستۍ بیانیه هم پۀ مخکښې بوځي. تر ټولو لویه شتمني دا ده چې قامي تحریک سره یو سائنسي او اولسي تنظیم او د تنظیم پراخه څانګې شته. قامي تحریک چې نن څومره د جبر د مزاحمت توان لري، دومره ئې شاید چرې هم نۀ لرلو.
    د قامي تحریک دا څلورم پړاو د خدائي خدمتګارو د څلورم نسل پۀ مشرۍ کښې د قامي خپلواکۍ او ټولنیز عدالت غاړې ته چټک ګامونه اخلي. دا څلورم نسل د دې شعور لري چې اولس سره تړون، د تنظیم بېلابېلې څانګې لکه پښتون سټوډنټس فیډرېشن، ملګري استاذان، ملګري ډاکټران، ملګري وکیلان او ملګري لیکوالان منظم کول او فېصله سازۍ کښې شاملول، د مډل کلاس پېشه ور خلق تحریک سره تړل، د متبادل میډیا او د ټولنیزو رسنیو او سوشل میډیا منظم کول، د ګوند تنظیمونه فعال ساتل، تعلیمي ادارو ته رسائي کول، د خدائي خدمتګارو د کورنیو تحریک سره تړون، ستراتیژکي اتحادونه جوړول، باقاعده جلسې جلوسونه او احتجاجي مظاهرې کول، د تحریک مهمې ورځې نمانځل او پرلتونه کول به تحریک د پراختیا غاړې ته هم بوځي او د قامي تحریک د اهدافو تر لاسه کولو غاړې ته به هم مزل کېږي – ځکه چې تنظیم، تربیت او فعالیت د روښان فکره قامي تحریک د پاره پۀ رګونو کښې د ګرځېدونکې وینې پۀ شان دي.
    وخت راغلے دے چې ګوند د پاکستان مقتدرې ته یو ‘چارټر اٰف ډېمانډز’ کېږدي او هم پۀ دغه چارټر ننني دور کښې اوس مهال تحریک پۀ مخکښې بوځي. هم د دې چارټر پۀ بنیاد باید ګوند او تحریک فعالیتونه ولري او احتجاجي لړۍ پېل کړي.
    1. د پښتنو او نورو اولسونو سپکاوے، کډوالي، قدغنونه، غلي کول، ټارګټ کلنګ او جبري ګمشدګۍ دې فوراً بندې کړې شي.
    2. خېبر پښتونخوا کښې د ګورننس بحران معراج ته رسېدلے دے؛ پۀ تعلیم، صحت، ټرانسپورټ، د ښځو د پرمختګ، زراعت، ځنګلات او صنعت شعبو کښې دې د بد ترینې بد انتظامۍ حل ولټولے شي.
    3. نوو ضلعو کښې دې ائیني، قانوني او انتظامي خلاء زر تر زره ډکه کړې شي. د پښتنخوا نوو ضلعو کښې ټارګټ کلنګ، جبري ګمشدګۍ، د خلقو سپکاوے او د کارکنانو ګرفتارۍ پۀ هېڅ صورت قابل قبول نۀ دي. پۀ درې میاشتو کښې دننه دننه د نوو ضلعو د پاره اعلان کړے شوے فنډ دې جاري کړے شي. د بحالۍ عمل دې درې میاشتو کښې مکمل کړے شي.
    4. پۀ صوبائي خودمختارۍ او اېن اېف سي اېوارډ به یو قسم سودا بازي قابل قبول نۀ وي.
    5. د حکومت د خرابو پالیسیو لۀ کبله د پوهنتونونو او سکولونو طالب علمان ډېرو ستونزو سره مخ دي – د تعلیم مصرف د عام اولس د وس نه بهر شوے دے. دا لازمي ائیني شق دې سم د لاسه عملي کړے شي او د اعليٰ تعلیم محصلینو ته دې اسانۍ پېدا کړې شي.
    6. د صحت مصرف هم د عام اولس د وس نه بهر شوے دے، اولس دې د دې ستونزو نه خلاص کړے شي.
    7. د بې ځایه ټېکسونو زیاتوالي او د عام استعمال د څیزونو ګرانوالي عام اولس پۀ ځان وژلو مجبوره کړے دے. دغه ټېکسونه دې فوري طور واپس واخستے شي.
    8. افغانستان سره پۀ تجارت دې ټول قدغنونه لرې کړے شي او افغانستان سره تړلې لارې دې پرانستې شي. افغانستان سره دې د اولسي تګ راتګ قدغن ختم کړے شي.
    9. پۀ پښتنه خاوره او پۀ ټول ملک کښې دې وسله والې شخصي ملېشې او پُر تشدده انتهاګر اقتصاد ختم کړے شي.
    10. د مقامي صنعت او انډسټرۍ مرۍ خپه کړې شوې ده او تجارتي سرمایه کارۍ د حکومت د پالیسیو لۀ کبله بندې شوې دي، مقامي صنعت ته دې وده ورکړې شي چې مارکیټ اباد شي او روزګار زیات شي.
    11. بي اٰر ټي، بلیون ټري سونامي او د ملم جبې د زمکې اخستو کښې د بې قاعدګیو دې فوري انکوائري شروع شي.
    12. ځائي کلتورونه او مورنۍ ژبې د مرګ غاړې ته روانې دي، د پښتونخوا اسمبلۍ د مورنیو ژبو د پرمختګ اېکټ دې سم د لاسه نافذ کړے شي.
    13. د صوبې ځائي ټهېکداران او ملازمین ډېرو ستونزو سره مخ دي، د دوي ټولې جائزې مطالبې دې ومنلې شي.

    یادګیرنه:
    د دې مقالې تیارولو کښې د باچا خان ژوندلیک ‘زما ژوند او جدوجهد’، د ولي خان کتاب ‘باچا خان او خدائي خدمتګاري’، د پیارے لال کتاب ‘ګاندهي جي باچا خان کے دېس مین’، د مکولیکا بېنرجي کتاب ‘دي پټهان ان اٰرمډ’، د راجموهن ګاندهي کتاب ‘عبدالغفار – دي بادشاه اٰف خانز’، د حسېن شهید سهروردي کتاب ‘دي مېموائرز اٰف حسېن شهید سهروردي’، د میر غوث بخش بزنجو کتاب ‘اِن سرچ اٰف سالوشنز’، د حمزه علوي مقالې ‘دي سټېټ اِن پوسټ کلونیل سوسائټیز’، د عائشه جلال کتاب ‘ډیماکرېسي اېنډ اتهاریټېرین ازم ان ساوتهـ اېشیاء’، د طارق علي کتاب ‘دي کلېش اٰف فنډامنټلزم’ او د زاهد حسېن کتاب ‘فرنټ لائن پاکستان’ نه مرسته اخستې شوې ده.

  • د جولائي سلېکټر، سلېکشن او سلېکټډ – ډاکټر خادم حسېن

    ‎پۀ 2014 کښې چې کله د امریکې حکومت اعلان وکړو چې افغانستان نه به غټې او درنې امریکائي دستې وځي او صرف د تربیت، څارنې او هوائي دستې به پاتې کولې شي؛ دې منصوبې اعلانېدلو سره سم پاکستان کښې د نواز شریف د پاکستان مسلم لیګ د منتخب حکومت پۀ ضد ‌‌‌‌‌‌ډي چوک اسلام اباد کښې یو پرلت هم اعلان شو او پۀ شمالي وزیرستان کښې موجود د ترهګر نېټ ورک پۀ ضد پوځي عملیات هم پېل شول. د پوځي عملیاتو نه مخکښې چې حکومت طالبانو سره د مذاکراتو فېصله وکړه او طالبانو نه ئې د هغوي د نمائنده کمېټۍ غوښتنه وکړه نو تحریک طالبان پاکستان سره د نورو د مرحوم مولانا سمیع الحق او عمران خان نومونه د خپلې غاړې نه تجویز کړي ‌وو.

    د پوځي عملیاتو پۀ نتیجه کښې لږه موده وروستو د پنحابي طالبانو مشر عصمت الله معاویه اعلان وکړو چې خپل عملیات به افغانستان کښې جنګ ته محدود ساتي او پاکستان کښې به هېڅ قسمه عملیات نۀ کوي. لږه موده وروستو هم دغه قسمه اېمنسټي د تحریک طالبان ویاند احسان الله احسان ته د هغۀ د تسلیم کېدو نه وروستو ورکړې شوه او هغه د پاکستان پۀ ټیلیوېژنونو پۀ ‌‌‌‌‌‌ډاګه راوستے شو کومو کښې هغۀ دا دعويٰ وکړه چې تحریک طالبان پاکستان سره د هند د استخباراتي ادارې ‘را’ مرسته ده. تحریک طالبان مات شو او د دې پاتې شونکي د پولې نه اخوا شړونکي شو. هغه وخت کښې د شمالي وزیرستان د عالمي ترهګر نېټ ورک کوم چې حقاني نېټ ورک، ایسټ ترکمنستان مومنټ، د حافظ ګل بهادر د طالبانو شوريٰ، د حافظ سعید لشکر طیبه او نور واړۀ لوي وسله وال تنظیمونه شامل وو، دغه ټول پۀ دوړو کښې پټ شو. د راپورونو تر مخه دغه ‌‌‌‌‌‌ډلې افغانستان ته ټېل وهلې شوې. افغانستان کښې د جنګ مرکزونه پراخه شو او د ترهګرو نېټ ورک د سوېلي او شرقي افغانستان نه شمالي افغانستان ته وغزېدو.

    ‎دې دوران کښې پاکستان کښې دننه یو څو خبرې ‌‌‌‌‌‌ډېرې پۀ زور او پۀ ‌‌‌‌‌‌ډېر تسلسل سره د مرکزي لړۍ پۀ ميډیا او پۀ ټولنیزو رسنیو کښې پۀ مخکښې بوتلې شوې. یوه خبره د 2013 د ټولټاکنو د درغلو او څلورو پنکچرونو دومره خوره کړې شوه چې تا به وې چې جوړې د پاکستان او د نړۍ تر ټولو لویه شخړه هم دغه ده. دوېمه خبره دا کوڅه پۀ کوڅه خوره کړې شوه چې د پاکستان تر ټولو لویه مسئله کرپشن ده اوکرپشن کښې د جرنېلانو، عمران خان او څو ججانو نه علاوه نور ټول سیاستدانان، افسران او عام خلق شامل دي. نواز شریف او د هغۀ منتخب حکومت ته د ‘سیسلین مافیا’ (Sicilian Mafia) خطاب ورکړے شو، مولانا فضل الرحمان ته د ‌‌‌‌’‌‌ډیزل’ لقب عطا کړے شو، آصف زرداري ته د ټین پرسنټ (10%) پۀ ځاے ‘ټونټي پرسڼت’ لقب ور کړے شو، اے اېن پي ته ‘ایزي لو‌‌‌‌‌‌ډ’ ووئیلے شول او پي مېپ پۀ ‘خائنان’ مشهور کړے شول.

    ‎د ترهګرۍ جنګ او د امن بیانیه پۀ شا لاړه. افغانستان کښې هره ورځ پۀ سلګونو مرګونه د نظر نه پناه شول. ایران سره شخړه نوره ژوره شوه. هند سره د خبرو اترو عمل پۀ ځاے ودرېدو او د اے اېن پي د کارکنانو د هدفي وژنو چې کومه لړۍ د 2007 نه پېل شوې وه، هغه دومره تونده شوه لکه چې د ګوند ټول کېډر ماتول غواړي. د څوارلسم اګست 2014 نه راواخله د دسمبر 2014 پورې اسلام اباد کښې پۀ کنټېنر ولاړ عمران خان د کنځلو، دعوو، سپکاوي، او بد تهذیبۍ یو نوے رېکار‌‌‌‌‌‌ډ جوړ کړو. داسې ښکارېده چې دغه سړے د هټلر ګوئبلز (Goebbels) سره پۀ سیالۍ کښې دے. پۀ پارلېمان حمله وشوه، پۀ سرکاري ټیلیوېژن حمله وشوه؛ تر دې چې د پولیس پۀ افسرانو تشدد هم وشو. دې وخت کښې چې کومه خبره ‌‌‌‌‌‌ډیره مخښې ته راغله هغه د امپائر ګوته وه. د پاکستان د سیاست ټول محور د امپائر ګوته شوه.

    ‎دسمبر 2014 کښې د پېښور د اٰرمي پبلک سکول د خونړۍ پېښې نه وروستو د پاکستان ‘ګوئبلز’ د کنټېنر نه راکوز شو او د امپائر پۀ وېنا اسلام اباد کښې ټول سیاسي ګوندونه، حکومت او د پوځ جرنېلان کښېناستل او داسې ښکاره شوه لکه چې د پاکستان حکومت او جرنېلان د ترهګرۍ روزګار راغونډول غواړي – د ‘نېشنل اېکشن پلان’ پۀ شکل کښې پۀ شلو نکاتو اتفاق هم وشو او دغه لوظ هم وکړے شو چې د وسله والو ‌‌‌‌‌‌ډلو او د دوي د بیانیې پۀ بنیاد به جوړه شوې خارجه پالیسۍ نه لاس واخستے شي. دې پلان کښې چې د پوځي عدالتونو، د ټولنیزو رسنیو او پوځ ته د هغه وخت د فاټا )ایجنسیو( او بلوچستان کښې د خلقو د نیولو او تفتیش کولو کوم نکات شامل کړے شوي وو، د هغې د پاره سمدستي قانون سازي وشوه او چې کومې نکتې د پالیسیو د بدلولو، پنجاب کښې د وسله والو ‌‌‌‌‌‌ډلو پۀ ضد د عملیاتو، د مدرسو د اصلاحات او فاټا د اصلاحات پۀ حقله وې، د هغو نفاذ وځنډولے شو.

    ‎دې دوران کښې دوه خبرې مخې ته راغلې – یوې غاړې ته ‘‌‌‌‌‌‌ډان لیکس’ مخې ته راغلل )د څۀ تر مخه چې دا واضحه شوه چې پاکستان کښې د نواز شریف منتخب حکومت د پوځ جرنېلانو ته دا خبره مخې ته کېښوده چې د وسله والو ‌‌‌‌‌‌ډلو ساتلو او پۀ سیاسي او اقتصادي توګه نړۍ کښې یواځې کېدلو کښې دې د یوې خبرې انتخاب وکړي(.

    ‎بلې غاړې ته ‘پانامه پېپرز’ خپارۀ شول او دې پېپرز کښې د پاکستان د څۀ د پاسه څلور سوه شخصیاتو بهر ملکونو کښې کمپنۍ وښودلې شوې. د پاکستان سپریم کورټ پۀ دې سو موټو واخستو او د وزیر اعظم د کرپشن د تحقیقاتو د پاره جوائنټ اېکشن کمېټي جوړه شوه؛ کوم کښې چې د پاکستان استخباراتو ته هم نمائندګي ورکړې شوه. د کال نیم د مقدمې نه وروستو د پاکستان منتخب وزیر اعظم نواز شریف د کرپشن پۀ ځاے پۀ اقامه کښې بر طرف کړے شو.

    ‎دې نه وروستو د فوج زړو او نوي جرنېلانو میډیا کښې اتلسم ائیني ترمیم او صوبائي خودمختارۍ پسې راواخسته. د پښتنو او بلوچ سیاسي ګوندونو غږ میډیا کښې وتړلے شو او پۀ ټولنیزه میډیا د اے این پي پۀ ضد یو پراخه کمپائن پېل شو. د 2016 او 2017 دوه کاله بیخي هغه ټول سیاسي ګوندونه کوم چې د ترهګرۍ پۀ ضد وو، خارجه پالیسۍ د پاره ئې د وسله والو ‌‌‌‌‌‌ډلو د استعمال د بندولو مطالبه کوله؛ افغانستان کښې ئې د جنګ کوونکو د پاکستان پۀ خاوؤره د شتون غندنه کوله، د صوبائي خود مختارۍ ساتنه ئې کوله، د وفاقي پارلېماني جمهوري نظام خلاف دسیسې ئې اولس د پاره د ‌‌‌‌‌‌ډېر زیان سوب ګڼلې او د منتخبو ادارو او پارلېمان د لوړتیا خبره ئې کوله؛ هغه ټول ګوندونه پۀ ګوته ګوته پۀ نخښه شو. اګرچې دې دوران کښې د فاټا د انضمام یو نیمګړے بِل هم پاس شو.

    ‎د پاکستان د هغه وخت د چیف جسټس دوه دلچسپۍ پاتې شوې. یو د تحریک انصاف پۀ ضد د ممکنه کامیابو امیدوارانو زندان ته لېږل او بل ډېم جوړول – د ‘نېب’ سرګرمیانې زیاتې شوې او د انتخاباتو مضبوط امیدوارانو ته ئې دوه لارې پرېښودې – یو لاره د زندان وه او بله لار د تحریک انصاف وه. پۀ شخړه ‘الېکټېبلز’ تحریک انصاف کښې شامل شول او ووینځلے شول. الېکشن کمېشن هم ‌‌‌‌‌‌ډېر مستعد شو او د جولایۍ 2018 د انتخاباتو د پولنګ سټېشنو دننه او بهر، د رېټرننګ افسرانو او د ووټونو د شمېر ټوله ذمه واري ئې د پاکستان فوج ته ورکړه. فوج دا کمال وکړو چې د ووټونو شمېر ئې د سیاسي ګوندونو د امیدوارانو د پولنګ اېجنټانو پۀ غېر موجودګۍ کښې وکړو او عېن د ووټونو د شمېر دوران کښې د شمېر مشین خراب شو او دغسې د جولایۍ 2018 د پاکستان عمومي انتخاباتو کښې د جرنېلانو، د چیف جسټس، د نېب او د الېکشن کمېشن متفقه امیدوار ګوند د تحریک طالبان همزاد تحریک انصاف مرکز، پنحاب او خېبر پښتونخوا کښې انتخابات لوټ کړل.

    پاتې شو اولس – نو هغوي تر اوسه کله خپل ځان ته ګوري او کله خپلو کورونو ته.

     

  • د قامي خپلواکۍ د مبارزې فکري اړخونه – ډاکټر خادم حسېن

    د تاریخ مطالعه دا ښائي چې د اولسونو د ژوندي او سوکاله پاتې کېدو د پاره د دوو فکرونو ضرورت وي. قامي شعور او تهذیبي شعور، اجتماعي حافظه برقرار ساتل؛ د اجتماعي وسیلو لټول، ساتل او روزل، د خاورې او زمکې جمالیات خوندي کول او پۀ مخکښې بوتلل او ټولنیز ژوند کښې د منصفانه تقسیم پۀ بنیاد وګړو د پاره اسانتیاوې پېدا کول د قامي شعور رختونه وي – دا ټول عمل د قامي خپلواکۍ محتاجه وي.

    ‘روحِ عصر’ پېژندل او د هغې سره څنګ تر څنګ تلل، د انساني ارتقا بېلابېل پړاوونه پېژندل او د تخلیقي او ایجادي صلاحیتونو د وړاندې تلو د پاره سیاسي او سماجي ماحول سازګارول د تهذیبي شعور علامتونه دي – دا هم د خپلواکۍ نه بغېر ممکن نۀ وي.

    .I د قامي شعور مهم اجزاء:

    1. اجتماعي حافظه:

    د یو قام اجتماعي حافظه قامي تاریخ کښې خوندي وي. د هر قام تاریخ دوه بېلابېل نېرېټیوز/ بیانیې لري چې دوه بېلا بېل مأخذونه نۀ راوځي. د قامي تاریخ یو مأخذ هاغه وي کوم چې پۀ یو قام بهرني حاکمانو، قبضه ګرو او استعمار ګرو پۀ قام د حاکمیت د جواز د پاره جوړ کړے او خپور کړے وي. استعمارګر د دغه تاریخ د خپرلو د پاره اوږد مهال پلاننګ کوي، د علمي نظام او د زدکړې د نصاب برخه ئې وګرځوي او دغسې یو خوا د قام اصل تاریخ د وخت ګردونو کښې غېب کړے شي او بل خوا د قام اجتماعي حافظه پۀ ورک شوي ډګر واچوي.

    د پښتون افغان قام پۀ حواله د حاکمیت او استعمار دغه تاریخ د ایرانیانو، مغلو، پېرنګیانو او د هغوي اتحادي لیکوالانو د لیکنو نه څرګند مخې ته راځي. دغه تاریخونو کښې پښتون افغان قام یو وحشي، جنګیالے، بې سواده او بې تهذیبه قام ښکاري.

    د قامي تاریخ دوېم مأخذ هغه وي کوم چې د یو قام د لرغون پوهنې )ارکیالوجي(، بشر پوهنې )انتهراپالوجي(، فولکور، کلاسیکي ادب او قامي دستاوېزاتو د سائنسي تجزیې پۀ اساس ولاړ وي. د قامي خپلواکۍ د مبارزې د پاره چې د کوم قامي شعور او اجتماعي احساس ضرورت وي، د هغې لپاره د خاورې د اصل تاریخ لټون، څېړنه او کره کتنه د یو شرط حېثیت لري.

    1. قامي ژبه:

    کۀ دا ووئیلے چې قامي ژبه د قامي شعور د پراخه عمارت د ژور بنیاد وړومبۍ خښته وي نو مبالغه به نۀ وي. قامي ژبه د خپل ایجاد، ساخت، نوعیت او ارتقاء پۀ اساس د یو قام اجتماعي فکر، اجتماعي پوهه او اجتماعي نفسیات خپل لړمون کښې ساتي هم او نسلونو ته ئې منتقل کوي هم.

    ژبه د اطلاعاتو د ترسیل ذریعه هم وي، د قامي کلتوري شناخت علامت هم وي او د قامي کلتور د ملا تیر هم وي خو ژبه د اجتماعي سوچ او قامي لاشعور لازم او ملزور وي – ځکه دا ناشنا خبره نۀ ده چې استعمارګر او قبضه ګر چې کله هم پۀ یو قام سیاسي قدرت حاصل کړي نو وړومبے کار دا کوي چې د هغه قام ژبه مختورنه کړي – دغسې د قام د سوچ کولو اجتماعي صلاحیت متاثره شي او پۀ فکري توګه د استعمارګرو محتاجه شي.

    1. ادب، فرهنګ او جمالیات:

    شاعری، فکشن، داستانونه، ډرامه )تهېټر(، فوکلور، اتڼ، موسیقي، ارکېټکچر، د زدکړې نظام، جامه پېزار، کالي پتري او دود دستور د یو قام پۀ اجتماعي توګه د ژوند لید لور، د انساني قدرونو تعین او کائنات ته د کتلو انداز او زاویه پۀ ګوته کوي.

    ادب، فرهنګ او جمالیات د یو قام د اجتماعي احساساتو د سرچینې نه د بهېدونکي تخیلاتي تخلیق اظهاریه تشکیلوي. دوي د یو قام د ښکلا د اجتماعي تصور هنداره وي. دوي د یو قام د بېلا بېلو جغرافیائي ټکړو او د زمان و مکان پۀ حساب د بېلا بېلو نسلونو تر منځه د نۀ پرېکېدونکي پېوستون کار کوي.

    ادب، فرهنګ او جمالیات د یو قام اجتماعي جوهر څرګندوي. د دوي ارتقاء کښې د یو قام د پېړیو د اجتماعي ریاضت څرکونه برېښي. د قامي شعور د پرمختګ د پاره دا ضروري ده چې یو خوا قامي ادب، فرهنګ او جمالیات د اجتماعي رویو برخه وګرځي او بل خوا د دوي بنګه کښې مسلسل اضافه وشي. د قامونو د خپلواکۍ د مبارزې د پاره د استعمار پۀ ضد پۀ تاریخي توګه ادب، فرهنګ او جمالیاتو د مزاحمت مهم لوبولے دے او دا دے اوس ئې هم لوبوي.

    1. د قامي وسیلو اختیار او قدرت:

    وسیلې پۀ دوه قسمه وي – طبعي یا فطري وسیلې او مادي یا کسبي وسیلې.

    وسیلې کۀ فطري وي او کۀ مادي، دا د یو قام د مادي ژوند د بقاء او ارتقاء ذریعې هم وي او د یو قام د سماجي ادارو د نظام پۀ ښۀ ډول پۀ مخکښې د بوتلو بنیاد هم ګرځي. پۀ قامي وسیلو قامي اختیار د یو قام د سیاسي اختیار بنیاد ګرځي. سیندونه، دریابونه، چینې، درې، د غرونو څوکې او سلسلې، ګلونه، ځنګلونه، مارغان، ځناور، معدنیات، فصلونه، کاڼي بوټي )فلورا او فانا(، جغرافیائي مقامیت او ابادي )یاده دې وي چې لر او بر پښتانۀ پۀ شمېر کم و بېش پنځوس میلیونه یا پینځۀ کروړه نفوس دي( د یو قام د فطري وسیلو غټ غټ قسمونه دي.

    هنرونه، لارې ګودرې، د جرګو مرکو مرکزونه، د تنازعاتو د هوارولو ادارې، د زدکړو ادارې، د انتظام ادارې، روغتونونه، د پېداوار ادارې، د پنګې ادارې، د نکاس نظام او د استوګنې ټول انتظام د یو قام د مادي یا کسبي وسیلو غټ غټ قسمونه دي.

    چې کله هم یو قام پۀ طبعي او مادي وسیلو قامي اختیار او قدرت تر لاسه کړي نو د اجتماعي ژوند د اسانتیاوي د پاره درې قسمه کارونه وکړي – وړومبے خو د قامي وسیلو د لټون او تخمینې د پاره یو بشپړ تحقیق پېل کړي او هغې ته ادارتي شکل ورکړي. دوېم، وسیلې پېداوار کښې بدلولو د پاره د ذرائع او الاتو ایجادولو د پاره د پوهې او هنرونو ادارې ودروي؛ او درېم، د پېداوار بېلابېلو پرګنو، ډلو، کلو، ښارونو، چممنونو او کوڅو کښې د منصفانه تقسیم اجتماعي ادارې جوړې کړي. د قامي خپلواکۍ د مبارزې مهم پړاو د قامي وسیلو لټون، تخمیه، پېداواري عمل او د پېداوار د منصفانه تقسیم د پاره د قامي وژن د وضاحت پۀ شکل کښې مخې ته راځي.

    .II تهذیبي شعور:

    1. روحِ عصر پېژندل:

    د تهذیبي شعور وړومبے جزو د عصر روح پېژندل، د هغې تر څنګ تلل او د هغې بشپړتیا کښې اضافه کول دي. د خپلواکۍ او سوکالۍ د قامي تحریک د پاره دا ضروري ده چې د عصر روح پۀ سائنسي توګه وپېژني ځکه چې د عصر روح پۀ یو دور کښې د بېلا بېلو قامونو، اولسونو او جغرافیو تر مینځه ابلاغ تشکیلوي. کۀ یو قام روحِ عصر پۀ سائنسي توګه ونۀ پېژندے شي نو کۀ یو غاړې ته د قام وګړي د ژوند د هغه دور اسانتیاوې تر لاسه نۀ کړې شي نو بل خوا دغه قام یا خو نورو قامونو سره مسلسل تنازعه کښې وي او یا د یواځې والي غاړې ته لاړ شي.

    د زمان و مکان د مادي تصور تر مخه هر عصر چې پۀ پېړیو خور وي، معلوم خصوصیات لري – دغه خصوصیات د انسانیت فکري، مادي او جمالیاتي ارتقاء څرګندوي؛ دغه خصوصیاتو کښې یو مهم خصوصیات د یو عصر د علم تخلیق او د هغې د منظم کولو ادارې او د پوهې رسمي او غېر رسمي مرکزونه شامل وي. یو قام د پاره دا د شرط حېثیت لري چې کوم دور کښې چې اجتماعي ژوند کوي چې د هغه دور د علم د تخلیق کولو الاتو باندې عبور ولري.

    د روحِ عصر دوېم مهم خصوصیت د یو خاص دور د علم د تخلیق افادي اړخ پېژندل دي. دغه افادي اړخ ته مونږ ټېکنالوژي هم وئیلې شو. د یو دور ټېکنالوژي پېژندل، د هغې افادي استعمال او هغې نوره توانمندي او افادو کښې برخه اچول د یو قام خپلواکۍ او سوکالۍ د پاره مهمه ده. لکه چې موجوده دور کښې انفارمېشن ټېکنالوژي، جینیاتي ټېکنالوژي او خلائي ټېکنالوژي پېژندل، د دوي پۀ استعمال عبور حاصلول او د دوي مخکښې بوتلو کښې برخه اچول د عصر د روح د پېژندګلو غټ ثبوت دے.

    د یو عصر د روح پېژندګلو د پاره چې کوم درېم خصوصیت پېژندل ضروري دي، هغې ته مونږه د یو دور د انساني ژوند مشترکه اقدار وئیلے شو. د مثال پۀ توګه د انساني جسم د برقرار او توانمند ساتلو د پاره فعالې ادارې او پۀ عمومي توګه قابلِ قبول رویې او د انساني ژوند د ښکلا، جذباتي توقع او انفرادي خوند او خوشحالۍ د پاره د فنون اصول خپلول د انساني ژوند مشترکه اقدار کښې شمارلے کېدے شي. دغه قدرونو نه خبرېدل او د قامي شناخت مناسبت سره دغه خپلول د عصر د روح د پېژندګلو مهم خصوصیت دے.

    د عصر د روح د پېژندلو څلورم مهم خصوصیت د بېن المللي اړیکو اصول او تصورات او د بېن المللي اختیار مرکزونه پېژندل او دا دواړه د قامي اجتماعي ګټو د پاره استعمالول دي. لنډه دا چې د قامي خپلواکۍ او سوکالۍ د پاره تهذیبي شعور د بنیادي شرط حېثیت لري. د سماجي شعور یو مهم جزو د عصر د روح پېژندل دي.

    د روحِ عصر مهم خصوصیات د یو دور د علم د تخلیق ادارې او د پوهې رسمي او غېر رسمي نظامونه، د یو دور ټېکنالوژي، د یو دور د ژوند مشترکه اقدار او د یو دور د بېن المللي اړیکو اصول او تصورات.

    تهذیبي شعور د یو قام د خپلواکۍ او سوکالۍ د مبارزې د پاره چې څنګه د قامي شعور تنظیمول، تشکیلول او خپرول ضروري دي، دغسې د تهذیبي شعور پۀ مخکښې بوتلل هم د شرط حېثیت لري.

    تهذیبي شعور څلور اجزاء لري – د عصر پېژندل، د سماج د منصفانه او مترقي ساختونو او رشتو د پاره اداره سازي کول، سیاسي سوپر سټرکچر ودرول او د انساني ژوند د بقاء او ارتقاء د پاره د کائنات او کُرې ماحولیاتي اړخ پېژندل، خوندي کول او بشپړول.

    دغه څلور واړه اجزاء د قامي مبارزې فکري بیانې او وژن کښې ګنډل یو ځان له چېلنج دے کوم چې باید قامي تحریک پۀ سائنسي طرزِ فکر حل کړي.

    1. د منصفانه سماج ادارتي ساختونه:

    د عصر د روح پېژندلو سره سره د یو دور د منصفانه سماج د تصور پېژندل هم د تهذیبي شعور مهم فکري اړخ دے. پۀ هر عصر کښې عمومي انساني ټولنه د ژوند یو خاص پړاو ته رسېدلې وي. د انساني رویو د ارتقاء پۀ ترڅ کښې ټولنیزو رشتو ادارتي شکل اخستے وي. د یو فرد او ټولنې تر مینځ، د ښځې او سړي تر مینځ او د طبقو تر مینځ د رشتو معیار ټاکلے شوے وي. د ټولنیز ژوند د اسانتیاو د پاره اوزار او ساختونه ایجاد شوي وي. د دغه ټولو پېژندل او د زمکې او خاورې دانش او حکمت سره سم دغه ساختونو ته ورکړه د قامي خپلواکۍ د مبارزې مهم اړخ دے.

    د بېلګې پۀ توګه دا وئیلے شو چې یو زر کلونه مخکښې چې د ښځې او سړي د تعلق او ټولنیز ژوند کښې د دې دواړو د رول تعین چې د کوم علم پۀ بنیاد ټاکلے شوے ؤ، د هغه علم منطقي بنیادونه د سائنس نوي تحقیقونو نړولي دي – ځکه ننني دور کښې د ښځې او سړي د ټولنیز رول پخوانۍ ادارېې د ترمیم متقاضي دي. ښځه اوس د یو کمزوري، کم عقل او بې واکه مخلوق پۀ ځاے یو با اختیاره فرد ګڼلے کېږي – ځکه ټولنیز ژوند کښې به هم هاغه هومره رول لري څومره چې سړي لري. دا تصور به ادارتي شکل ته راوستل غواړي. دغسې د سماجي سائنس د پېوستون د تصور تر مخه فرد د سماج عضو او سماج د افرادو منظم شکل ګڼلے کېږي – ځکه نو د بېلا بېلو طبقو وجود د منصفانه سماج فرېم ورک کښې نۀ ځائېږي.

    طبقاتي سماج د فرد د یواځې کېدو لوے لامل دے او یواځې کېدل د وجود غېر فطري شکل دے، نو ځکه هغه ټولې ادارې چې طبقاتي سماج تشکیلوي، د ترمیم متقاضي دي. د قامي خپلواکۍ منظمې مبارزې د پاره دا ضروري ده چې تحریک د منصفانه سماج د ادارتي ساختونو واضح وژن ولري.

    1. سیاسي ادارې یا سوپر سټرکچر ودرول:

    د قامي خپلواکۍ د مبارزې د تهذیبي شعور د فکري اړخ درېم مهم جزو دے. د قامي خپلواکۍ تحریک د پاره د سیاسي ادارو یا د سوپر سټرکچر ودرولو واضح وژن لرل شرط دے.

    د قامي ټولنیز ژوند د اسانتیا د پاره قواعد او ضابطې ټاکل، د وسیلو او پېداوار د منصفانه تقسیم د پاره اصول وضع کول، د انتظام د پاره پالیسۍ جوړول او د دې ټولو د نفاذ د پاره ادارې او ذمه وارۍ ټاکل د سوپر سټرکچر وظیفو کښې راځي. دا معلوم حقیقت دے چې د سوپر سټرکچر نه بغېر قامي ټولنیز ژوند کۀ ممکن هم وي خو متمدن کېدے نۀ شي. قامي ټولنییز ژوند هله دوام دار کېدے شي چې متمدن هم وي او منصفانه هم وي. دې د پاره دا ضروري ده چې سوپر سټرکچر کښې د ارتقاء کولو او د ټولنیزي تنوع ځاے کولو صلاحیت وي.

    د قامي ټولنیز ژوند سوپر سټرکچر د پاره دوه عوامل د شرط حېثیت لري – یو دا چې د قواعدو او ضوابطو جوړولو ادارو کښې، د وسیلو او پېداوار تقسیمولو ادارو کښې او د انتظام ادارو کښې د ټولنې د بېلا بېلو طبقو، صنفونو او ډلو مساوي او منصفانه برخه وي او بل دا چې دغه ادارې سماجي بدلونونو سره د ارتقاء کولو صلاحیت ولري.

    1. ماحولیاتي شعور:

    پۀ کومه سیاره یا کُره او ګېلکسي کښې چې انسان د لکهونو کلونو راهسې مېشته دے، د دې څۀ فطري قوانین دي – کۀ د انساانو یوه ټولنه د دغه قوانینو پوهه ونۀ لري او دغه قوانین د پښو لاندې کړي نو یوې غاړې ته د دغه ټولنې بقاء ته خطره پېښېږي او بلې غاړې ته د کُرې وجود زیانمند کېدو سره د انسان د نوع وجود خطره کښې شي.

    دغه کښې یو قانون د تنوع یا Diversity دے – کۀ د انسانانو څۀ افعالو سره فطري تنوع ته زیان رسي نو دا به کائناتي توازن کښې ارو مرو بې ثباتي راولي او دغه بې ثباتي به فطري ماحولیات سخا او بد رنګه کوي. دې سره به د هواګانو، اونو بوټو، ځناورو او اوبو کمیت او کېفیت کښې ډېر کموت راځي – دا معلومه خبره ده چې د کائنات دغه ټول اشیاء د انسان د نوع د بقاء د پاره ضروري دي.

    د زهرناکه موادو زیاتوالي او د وسلو ډېر والي د ګېلکسي نظام خطرې سره مخ کړے دے. محققینو دې خطرې ته پۀ کرتو زمونږ پام راګرځولے دے چې کۀ دا عمل جاري وي او څۀ حل ئې ونۀ لټولے شي نو را وانه پېړۍ کښې انساني ژوند د یوې ناوړې پېښې سره د مخ کېدو ډېر امکانات لري.

    د قامي خپلواکۍد مبارزې تحریک سره دا وژن ضرور پکار دے چې څنګه را روان نسلونو ته یوه محفوظه کُره، ګېلکسي او کائنات پرېږدي.

     

  • څو سوالونه او د هغو ځوابونه – خادم حسېن

    د وړې اوچې د وېش نه پس د پاکستان دننه د عوامي نېشنل پارټۍ د سیاسي مفکورې او تګلارې پۀ اړه ابهام او تذبذب پېدا کول او یو اویا کلنې سیاسي مبارزې نه اولس بد ګمانه کول او د قامي سوال پۀ حواله د عوامي نېشنل پارټۍ ډسکرېډټ کول د ‘نېکانو’ اولنۍ ترجیح وي. دې لړ کښې وخت پۀ وخت مختلف سوالونه راپورته کولے کېږي او بیا د هغه ‘خان بهادرانو’، ‘خوانینو’، ‘پولټیکل اېجنټانو’ او ‘تاجِ برطانیه د وفادارانو’ زوزادونه دغه نوي سوالونه د ریاستي نمک خوارۍ زړې جذبې سره پۀ نوې نوې بڼه مخې ته ږدي. د قام پرستو ملګرو، پوهانو او زلمو د زړونو زور دې لا سېوا شي چې دغه اعصاب شلوونکي ځوابي اذیت ته راڼۀ تندي او سړې سینې حاضر وي.

    دې ‘څو سوالونه او د هغو ځوابونه’ کښې څۀ سوالونه ځوابولے شوي دي، نور بیا لۀ خېره سره. مونږ د ځینو ځوابونو نه پس څو کرښې لیکل اړین ګڼلي دي، هغه کرښې مو برېکټونو [ ] کښې رانغښتې دي چې فرق ئې څرګند وي.

    • عدم تشدد څۀ او څنګه وي؟

    ‎عدم تشدد د جبر منل نۀ دي، د جبر خلاف مزاحمت دے. دغه مزاحمت د تا‌و تریخوالي نه د مکمل ‌‌‌‌‌‌ډ‌‌‌‌‌‌ډې شکل کښې کېږي. د جبر خلاف د عدم تشدد مبارزه د جابر فکري، اخلاقي، سیاسي، سماجي او د اختیار دلیل ټوټې ټوټې کوي؛ عن تر دې چې جابر د جبر جواز بائیلي. دغه مبارزه کښې د نفرت پۀ ځاے مینه، د انتقام پۀ ځاے استقلال او د اختیار د حصول پۀ ځاے د اختیار منصفانه تقسیم وي.

    د عدم تشدد مبارزین د جابر ځاے نیول نۀ غواړي بلکې جبر تحلیل کول غواړي؛ ځکه د دې د پاره د لوړې حوصلې او د زغم او صبر لا متناهي مقدار پکار دے. دغه حوصله، زغم او صبر هله تر لاسه کېدے شي چې د عدم تشدد مبارز د خپل ذات شعور سره سره د تاریخ شعور‌، د قام شعور او د تهذیب شعور ولري. د عدم تشدد د مبارزې د پاره د مباحثې، تقریر، تحریر، مظاهرو، غورځنګونو، سول نافرمانۍ او بائیکاټ تګلارې پۀ کار راوستې کېږي. تنظیم، ګوند او مروجه سیاسي عمل کښې برخه د دې اوزار وي. د دې عمومي مقاصدو کښې د استعمار نه خلاصون، ‌د قامي شناخت سره سم د انساني تکریم پۀ بنیاد ادارې ودرول، د سماجي انصاف منزل ته رسېدل او د نر واکۍ یا پلار واکۍ د جبر نه خلاصون شامل وي.

    • ‎د ابرهیم نصر سوال:

    ‎خادم حسېن صاحب! پۀ تهیورې کښې د باچاخانۍ تعريف کړے دے، پۀ عمل کښې ولي باغ د باچاخانۍ تعريف داسې کوي: د پښتون پۀ نوم سياست، د پښتنو د رهبرۍ او استازيتوب دعويٰ، د ظلم خلاف پوچې خبرې او دعوې خو د ظالم او قاتل نوم پۀ خولۀ اخستل کفر او ناروا کار ـــ د عدم تشدد د لارې لارويان؛ چې مقصد هېڅ کله د خپلو ملګرو او عامو پښتنو سره پۀ ناروا سلوک او وژلو احتجاج نۀ کول، کۀ څوک احتجاج کوي هغوي جاسوس او غدار ګڼل او د ګوند ملګري پۀ دې جرم لۀ ګونده ويستل، د پاکستان انټيليجنس او پوځ سره دومره مينه چې بدو ته به ئې بد نۀ وائي، کۀ بد ورته وائي هم خو نوم به ئې پۀ خولۀ نۀ اخلې؛ د لر او بر يو افغان دعوې خو رهبر وائي کۀ د افغانستان خلاف جنګ شو نو ټوپک به د افغانستان خلاف تر ټولو لۀ مخه زۀ اخلم ـــ لنډه دا چې پارلېمان ته به ځو، هلته به ناست يو، پاستۀ کوناټي، تودې پستې څوکۍ، خوږې پستې خبرې به کوو، نور د باندې به غږ غوږ نه کوئ ګنې عدم تشدد خرابېږي او باچاخاني بربادېږي ـــ دا ئې لنډ تعريف دے.

    ‎ځواب:
    ‎د دغه برنو خبرو د اسلوب نه پۀ ښه توګه ثابتېږي چې د واشنګټن پستو سړکونو باندې ګرځېدونکي خلق د قام او ملت د رهبرۍ پۀ حقله څه قسمه تصور لري.

    ‎ولي باغ د مزاحمت استعاره ده. د بابړې نه راواخله د ایوب تر امریته او د بهټو د پاپولیزم نه راواخله تر د ریاست د جنګي اثاثو طالبانو؛ ولي باغ پۀ مېدان خبره کړې ده او پۀ میدان ئې مزاحمت کړے دے. د افغانستان د ورانولو جنګ کښې هم ولي باغ مزاحمت کړے دے. لږ تپوس وکړئ چې نام نهاد جهاد ته فساد چا وئیلي وو او هم اوس ئې ورته څوک وائي؟ د ګُډ او بېډ طالبانو خبره چا کړې وه او تر اوسه ئې څوک کوي؟ ‘رښتیا رښتیا دي’ چا لیکلي او وئیلي‌ وو او هم اوس ئې پالنه څوک کوي؟ د ‘فاټا’ اولس چې چا د القاعده واک کښې ورکولو، هغه خلق چا اېکسپوز کړل؟ سوات کښې چا ناورین جوړ کړو او د چا پۀ لاس ئې جوړ کړو، هغه خلق چا اېکسپوز کړل؟ اتلسم ائیني ترمیم کښې د پښتون تشخص چا وګټلو؟

    • ‎‎د ابرهیم نصر سوال

    ‎خادم حسېن صاحب پۀ قهر شو🙂 ــــ

     داسې مۀ کوه! عدم تشدد نه سرغړاونه مۀ کوه! د واشنګټن لۀ پخو سړکونو وي کۀ د وزيرستان او سوات لۀ دنګو غرونو وي، مبارزه او مبارزين لۀ ورايه څرګند وي. مبارزه هم دې ته وائي چې دښمن، ظالم او جابر ته نېغ پۀ سترګو کښې سترګې ور واچوي او ورته ووائي چې تۀ قاتل يې! تۀ ظالم يې! تۀ جابر يې! شف شف ونۀ کړي؛ لکه پي ټي اېم بې لۀ دې چې چا ته لاس واچوي، خلق وزوروي، مالي تاوان خلقو ته واړوي، زرګونه زرګونه انسانان پۀ ښارونو او بانډو کښې سړکونو ته راوباسي. د مبارزې چغې ئې د دنيا کونج کونج ته ورسي، پښتانۀ او غېر پښتانۀ پۀ ستونزه خبر کړي. د واشنګټن او پېرس پښتانۀ را ويښ کړي او نړيوالې رسنۍ دې ته اړباسي چې د پښتنو پۀ ستونزو وغږېږي. باچاخان او د ولي خان خپل مقام دے د پښتنو پۀ تاريخې مبارزې کښې، خبره چې مرداره ده، د نن د ولې باغ نه ده؛ چې لۀ اصل مبارزې ويرژن دي، د اٰئي اېس اٰئي او د پاکستاني پوځ پۀ سر ئې د پښتنو لۀ سپېڅلې او تاريخي مبارزې سره دښمني اخستې ده او د ګوند ملګري پۀ دې لۀ ګوند باسي چې ولې دا چغې وهي چې اٰئي اېس اٰئي او پاکستاني پوځ د ترهګرو ملګري دي او د پښتنو د قتل و غارت ذمه وار دي. کۀ دغو چاپلوسه، بې زړۀ او پۀ څوکۍ مئینو مشرانو ته مبارزين او د دوي سياست ته مبارزه وائي نو د مبارزې توهين کوې. تۀ او خپل خداے! دا څۀ ډول مبارزه او پښتونولي ده چې د سوات او وزيرستان پۀ غميزه ئې يوه ورځ هم اٰئي اېس اٰئي او پاکستاني پوځ ته تر ګل ترخه خبره ونۀ کړه، خو پۀ کومه ورځ چې ولي باغ انتخابات وبائیلل نو زرګونه پښتانۀ ئې د چارسدې پۀ سړکونو راويستل او چغې ئې کړې ‘یه جو نامعلوم هین -:- یه همين معلوم هین’!!!

    ځواب:

    ‎د ایجنسیو نوم نۀ اخلي، پښتانۀ نۀ راوباسي، د پوځ ملګرتیا کوي، د سوات او وزیرستان پۀ غمیزه ئې څۀ ونۀ کړل او بیا هم د سلګونو تعداد کښې شهیدان کولے شي، چې دا ولې؟؟؟

    [خادم حسېن صاحب بیخي قهرېدلے نۀ دے!!! عدم تشدد نه د سرغړاونې سوچ حیات روغانے نۀ شي کولے چې لا سر ئې پۀ دې خلاص نۀ دے نو ډاکټر خادم حسېن صاحب به ترې څۀ رنګه د سر غړاونې سوچ وکړي؟

    عوامي نېشنل پارټۍ نامه وانۀ خسته او د واشنګټن لۀ پخو سړکونو، د وزیرستان او سوات لۀ دنګو غرونو واخستې شوه. دغه نامه اخستلو د پاره د ‘یه جو دهشتګردي هے -:- اس کے پیچهے وردي هے’ نتیجه خېزي هم وګوره ـــ د ریاست د جبر او زور مخنیوي د پاره د دغه نعرې اوسنۍ معنٰي د ‘پاکستان کا مطلب کیا؟ لا اِلٰه الا الله’ نه پۀ معنٰي او اثر کښې څومره مختلف ده؟ د عوامي نېشنل پارټۍ سیاست او د قامي مسئلې د حل د پاره د دې پۀ ستراتیژۍ پوهه غلام احمد بلور د خپل ورور بشیر احمد بلور او د بشیر احمد بلور د زوري هارون بلور د ‘قتل’ نه پس هم د عوامي نېشنل پارټۍ پۀ سنګر وړومبي صف کښې ولاړ دي. د هارون بلور زوے دانیال بلور کۀ د خپل پلار او نیکۀ سیاست ته ودرېږي نو ایا هغه د دې قیمت نه خبر نۀ دے؟ بي بي ثمر بلور د دې قیمت نه خبر نۀ ده؟ د خپل یواځیني زوي راشد حسېن د ‘قتل’ نه پس هم میا افتخار حسېن د عوامي نېشنل پارټۍ پۀ سنګر وړومبي صف کښې ولاړ دے ـــ هغه د دې قیمت نه خبر نۀ دے؟ ایا اوس هم ورپسې زین کړي اسونه نۀ ګرځي؟ دا نامې او دا کورنۍ ډېرې دي ـــ زۀ ګڼم چې دغه دوه نامې به د عوامي نېشنل پارټۍ پۀ نمائندګۍ قبولې کړئ!!! تۀ پېغور ورکوې چې عوامي نېشنل پارټي بوجوه د ګل نه ترخه خبره نۀ کوي؛ زۀ پېغور نۀ درکوم خو پۀ پېښور، چارسده، سوات او د صوبې نورو برخو کښې عوامي نېشنل پارټي د انتخابي انجینئیرنګ ښکار کېږي، مېنډېټ ئې تروړلے کېږي، بریدونه پرې کېږي ـــ اٰیا وزیرستان نه پوځ دستبرداره شوے دے؟

    صرف نعرې وهل او ‘ازاد’ حېثیت کښې پارلېمان ته تللو سره به دا مسئلې حل شي کۀ د ریاستي جبر پۀ ضد یوه باقاعده متبادل بیانیه به د دغه ناورینونو مخه نیسي؟ اٰیا واشنګټن او پېرس کښې ویښ شوي پښتانۀ پۀ ‘پي ټي وي’ ګوري چې بلندې ترخې ځږې نعرې ریاست ته څۀ نۀ وائي، د مازیګر بانګ کښې ترې یوه ټپه زیاته شوه، ‘حَيَّ اِلَی الْپارلېمان!!!’ قامي مبارزې د پاره د ‘یه جو دهشتګردي هے’ عدالتونو کښې د ضمانتونو جمع کوونکي ووټونو ته ودرېږي او پارلېمان نه به دا مسئلې حل کوي ــــ اوس خو مونږ فېسبوک هم سیریس واخستو!!! پي ټي وي خو لا پرېږده!!! د نقیب مسید پلار له د کور پېغور ورکوونکي دغه ‘شین کور’ او ‘شین پارلېمان’ د پاره دوه معیارونه ولې ساتي؟]

    • ‎د ابرهیم نصر سوال:

    پوځ دا وژنې پۀ دې وکړې چې لۀ بابړې رانيولې بيا تر وزيرستانه د عوامي نېشنل ګوند مشران د پښتنو پۀ مرګونو پټه خولۀ پاتې شوي دي، هېڅ احتجاج ئې ونۀ کړو. د قاتل نوم ئې وانۀ خست، قاتل پوځ پوهه شو چې دغو مشرانو ايله زمونږ څپېړو ته مخونه نيولي دي، نور څۀ نۀ کوي. زمونږ نوم هم پۀ خولۀ نۀ اخلي، عکس العمل خو پرېږده ـــ نو هم دغه وجه وه چې رياست او د هغۀ پوځي ادارو خپلو ظلمونو ته نور هم زور ورکړو چې عوامي نېشنل ګوند د نېشنلزم لۀ پستو پستو خبرو هم لرې کړي، پۀ پښتنه خاوره کښې د نېشنلزم نوم بيخي ورک کړي او پۀ هغه مقصد کښې تر يو حده کاميابه هم شول. د کاميابۍ لنډ مثال ئې دا دے چې باچا خان او ولي خان به د نرانو غوندې هند ته تلل راتلل او هېڅ کله ئې د هند خلاف د پاکستان د ترهګرۍ ملاتړ ونۀ کړو. باچا خان د خپل اخري عمر علاجونه پۀ هند کښې کول. د مرګ پۀ ورځ ئې راجيو ګاندهي پېښور ته نېغ راغے او ضياء الحق ئې حق حېرانه پاتې کړو. د عوامي نېشنل پارټۍ دومره نزدې اړيکي وې لۀ هند سره، خو نن حېدر هوتي پۀ پارلېمان کښې د مجاهدينو رنګه د هند خلاف د کشمير پۀ مسئله د جهاد سينه ټکوي!!! دا ئې يو وړوکے مثال دے چې د عوامي نېشنل ګوند مشرتابه څنګه د پاکستان پوځي ادارو ته پۀ ګونډو دي، نۀ د خپل ګوند د سلګونو وژل شوو ځوانانو پۀ سر د پوځ نوم پۀ خولۀ اخستے شي، نۀ پۀ وزيرستان او سوات کښې د عامو پښتنو پۀ وژلو ـــ پۀ خولۀ ئې لاسونه ټينګ نيولي دي، هم خپل ملګري او هم عام پښتانۀ ئې د مرګ مخې ته نيولي دي. ستره وجه ئې هم دا ده چې بې حسابه بې کتابه ئې ځوانان وژل کېږي.

    ‎ځواب:

    کۀ عوامي نېشنل ګوند پښتون نېشنلزم پرېښے وي نو د پښتونخوا شناخت ئې د چا د پاره وګټلو؟ پۀ وسیلو کښې ئې نیم حق د چا د پاره تر لاسه کړو؟ ‎ستاسو پۀ خیال الطاف حسېن د پوځ نوم نۀ اخستو نو ځکه ئې د منځه یوړو؟
    ‎عوامي نېشنل ګوند د نر او ښځې دواړو د رول مفکوره لري. دا ‌‌‌‌‌‌ډېره پدر پرست خبره ده چې د نرانو پۀ شان ــــ ‎پښتونخوا اسمبلۍ کښې د خیسور پۀ غمیزه ستاسو پۀ خیال جماعت اسلامي یا تحریک انصاف تحریک التواء داخل کړے؟ 
    ‎عوامي نېشنل ګوند د پاکستان ائیني چوکاټ کښې د ملت پالۍ او قامي خپلواکۍ مبارزه کوي، ګوند ریاست نۀ وي چې نورو هېوادونو سره د ریاست پالیسي جوړوي. د هند کانګرس سره اړیکې هم هغومره مضبوطې دي ـــ د کشمیر پۀ حواله هم هغه پالیسي بار بار ګوند تکراروي چې کشمیر د کشمیریانو دے، د دواړو هېوادونو جبر دې بند شي او کشمیر ته دې خپلواکي ورکړې شي.

    ‎د سوات او وزیرستان د ناورین نه مخکښې دوه زره لس کښې پښتونخوا اسمبلۍ کښې قرارداد ګوند وړاندې کړو او اولس او دنیا ئې د جنګ اقتصاد نه خبر کړه ـــ د ریاست هغه بیانیه ئې چېلنج کړه د کومې لۀ مخه ئې چې پښتانۀ دنیا ته د ترهګر شکل کښې ښودل. زما کتاب ‘د میلیټنټ ‌‌‌‌‌‌ډسکورس’ لږ وګوره.

    ‎یو عرض کوم چې د ‘پښتون’ مجلې د جنورۍ د ګڼې اداریه لږه ولوله چې د ریاست اشرافیې ته د قام خبره څوک کوي.

    ‎هر یو مقتول د باچا خان د نظریې مدعي
    ‎دلته ځي هره جنازه د هشتنغر پۀ لوري

    ‎قاتل ښۀ پېژني د دې خاورې اصلي وارثان

    [پاکستان نن پۀ ‘ګرے لسټ’ کښې دے، پاکستان د نړیوال فشارسره مخ دے، پاکستان د خپلو ‘اثاثو’ د ملکیت د دعوې جرأت بائیللے دے ـــ د دې پۀ شا پۀ قامي تصور او شعور اډاڼه بیانیې دي، د دې پۀ شا د بابړې نه تر اوسه پورې د توې شوې وینې زور دے، د کومې نعرې شور نۀ دے!!!

    کۀ پۀ تشو نعرو کېده نو اوسه پورې به د پاکستان کا مطلب لا اِلٰه الا الله شوے ؤ، لۀ چتراله تر بولانه به پښتون یو شوے ؤ، اس کے پیچهے وردي به پۀ شا شوے ؤ.

    واشنګټن کښې بجلي ځي؟]

     

  • د کلتور او تعلیم مرکزیت – ډاکټر خادم حسېن

     

    Twitter: @khadimhussain4

     

    د کلتور او تعلیم د مرکزیت خبرې د پاکستان د وفاق د اکایانو د فطري شناخت او د هغوي د پرمختګ او هوسا ژوند د لارو نیولو هغه غېر فطري، غېر انساني او غېر ائیني لار ده چې د وړومبۍ ورځ نه پاکستان کښې د زر او زور خاوندانو نیولې ده.

    د یوې اوږدې سیاسي او پارلېماني مبارزې نه پس د اتلسم ائیني ترمیم تر لارې پاکستان کښې مېشته قامونو د خپل کلتور او تعلیم حق ګټلے دے او دې لړ کښې صوبو پالیسۍ هم جوړې کړې او تر یوۀ حده عملي کړې دي. د بدلون پۀ نوم د عدلیې، احتساب او فوج پۀ ډانګورو ولاړ حکومت د کلتور او تعلیم د مرکزیت پۀ نوم یو ځل بیا د قامونو نه دغه فطري او ائیني حق تروړل غواړي.

    د ښاغلي ډاکټر خادم حسېن دا لیکنه د بشر پوهنې او ټولنپوهنې د سائنس پۀ رڼا کښې د کلتور او تعلیم پېژندګلو کولو سره د مرکزیت د بیانیې نه قام ته پېښېدونکې خطرې پۀ ګوته کوي.

    باید مونږ دې خپل ګټلي حقونه بیا لۀ لاسه ورنۀ کړو او باید دغه لړ کښې د مرکزیت د بانیې پۀ ضد مقاومت وکړوـــــــــــــــــ ‘پښتون’

    کلتور د انساني ژوند نقشه ده ـــ کلتور پۀ يوه خاص جغرافيه کښې د اوسېدونکو وګړو د ژوند ژواک ليدلور دے ـــ کلتور د انسانانو د يو ټولګي د ټولنيز حکمت او دانش تسلسل دے ـــ کلتور د يو مخصوصې جغرافيې د انسانانو د ښکلا او جمالياتو تصور دے ـــ کلتور سندره ده، کلتور ټپه او لنډۍ ده، کلتور شعر دے، کلتور رخت او پېداوار دے، کلتور ناسته پاسته او غم او ښادي ده، کلتور تخيل دے، کلتور فکر دے.

    کۀ لږ پۀ ژور نظر وکتے شي نو د کلتور بېلا بېل څلور مهم اړخونه پۀ ګوته کېدے شي:

    1. د کلتور يو اړخ ته مونږ ‘تخليقي کلتور’ وئيلے شو.

    تخليقي کلتور د شعري تخليق، د قيصې، د ناول، د نظم د فولکلور او د داسې نورو ډېرو اصنافو احاطه کوي کوم چې د لفظ و معني پۀ وساطت د تخليقي سرګرمۍ اظهار کوي. تخليقي کلتور د يو قوم د ټولنيز تخيل اظهار کوي. دغه تخيل د قامي ژوند جمالياتي اړخ پۀ ګوته کوي.

    1. ‘اولسي کلتور’ د يو قوم رسم و رواج، ټولنيز قدرونه، د تنازعاتو د هوارولو ادارې او د راغونډېدو ټولې ادارې ښائي. اولسي کلتور کلهم قامي ټولنيز ژوند وي ـــ چې څومره دغه کلتور سالم وي او وده کوي، هغومره د يو قام د وګړو قامي حېثيت کښې ټولنيز ژوند محفوظ هم وي او وده هم کوي. دې سره سياسي خپلواکي تړلې ده.
    2. يو قام يا ټولنه چې د خپل ټولنيز ژوند اسانۍ، بقاء او خوشحالۍ د پاره څۀ هم جوړوي، هغه ټولو ته ‘پېداواري کلتور’ وئيلے کېږي. دا پۀ يوه جغرافيه کښې د يو قام د مادي ژوند قائمولو او هغې ته د ودې ورکولو د پاره د هنرونو ذرائع وي. دغه ذرائع د وخت تېرېدو سره سره وده کوي. دې کښې کالي پتري، جوړې جامې، لوښي لرګي، اٰلې، پېزار څپلۍ، د خوراک سامان، د استوګنې او اغوستلو ټول څيزونه شامل وي. پيداواري کلتور د يو قام د اقتصاد بنياد وي. د اقتصادي خود انحصارۍ تصور هم د دغه کلتور نه مخې ته راځي.
    3. ‘تقابلي کلتور’ د يو قام د ژبو، تاريخ او تنوع هنداره وي. د قام تر منځه افقي او عمودي ابلاغ هم د دې پۀ ذريعه کېږي. داسې ګڼلے کېدے شي چې تقابلي کلتور د يو قام د ټولنيز ژوند د ملا تير وي. ژبه صرف ابلاغ نۀ وي، ژبه شناخت هم متعين کوي او د سوچ او فکر د رخت پيڅکي هم جوړوي.

    کلتور پۀ مجموعي توګه وده هم کوي، ارتقاء هم کوي او نورو کلتورونو سره ورکړه راکړه هم کوي؛ خو د دې سره کلتور د يو قام د ټولنيز ژوند شعور هم ژوندے ساتي. د قام حافظه د کلتور سره تړلې وي. د قام ټولنيز حکمت او دانش د کلتور پۀ ذريعه يو نسل نه بل نسل ته منتقل کېږي. د قامي خپلواکۍتصور د کلتور نه ساه اخلي. د قام اقتصاد د کلتور پۀ بنياد ولاړ وي ـــ چې کله هم څوک يو قام محکومول غواړي او د هغوي پۀ قدرتي او کسبي وسيلو کنټرول حاصلول غواړي نو د هغه قام کلتور مات کړي او د کلتور د ارتقاء مزے وشلوي.

    تعليم د يو قام د ځان او د جهان پېژندلو او د ټولنيز ژوند د بقاء او اسانولو د پاره د پوهې او هنرونو د زدکړې مهمه ذريعه وي. تعليم د جسماني، فکري او جذباتي ودې د پاره د يو قام ټولنيزه هڅه ظاهروي. د تعليم نصاب، د تعليم ماحول او د تدريس طريقې د قامي او انفرادي ژوند د پرمختګ د پاره د ايجاد او هنر چل ښائي. د هر قام د تعليم نظام پۀ دوه برخو مشتمل وي:

    د هر قام د تعليم د نظام يوه برخه د عمومي ارتقاء، هنرونو او ايجادونو د تصوراتو احاطه کوي او بله برخه د يو قام د مخصوص کلتور روزنه کوي. کۀ تعليمي نظام کښې يوه برخه هم کمه وي نو تعليمي نظام نيمګړے وي. دا دواړه برخې پۀ مؤثره توګه هله ممکن کېدې شي چې د تعليم د نصاب، پاليسۍ، منصوبه بندۍ او انتظام اختيار د ځائي ټولنې پۀ خپل واک کښې وي.

    کۀ دا ټوله خبره داسې راغونډه کړو نو مبالغه بۀ نه وي چې کلتور د قام د هويت، اختيار او خپلواکۍ بنياد وي او کلتور د يو قام د تعليم د نظام، نصاب او انتظام پۀ ذريعه خوندي کېږي، وده مومي او پۀ مخکښې ځي.

    د پاکستان د ائين تر مخه پۀ 1973 کښې د کلتور او تعليم شعبو باندې د صوبو يا ځائي قامونو اصولي او تصوراتي حق او اختيار تسلیم کړے شوي وو، خو دغه ائين کښې دا هم وئيلے شوي وو چې د صوبو دغه اختيار به لس کاله پس صوبو ته حواله کېږي.

    د پاکستان د رياست ‘اشرافيت دوست’، ‘مرکزيت دوست’ او ‘اٰمريت دوست’ ساختونو لۀ وجې دغه اختيار قامونو او صوبو ته حواله کولو کښې مسلسل ځنډ راتلو. پۀ اسلام اباد کښې ناستې حکمران اشرافيې پاکستان کښې بېلا بېل قامونه او د قامونو هويت د خپلو غېر دانشمندانه کلتوري او تعليمي پاليسیو پۀ ذريعه تحليل کول غوښتل. دې دپاره ئې د يکسانيت مفکوره او تنوع د ختمولو بيانيه جوړه کړه. دې د پاره ئې تاريخ مسخ کړو. د دې پۀ ذريعه ئې د قامونو پۀ وسيلو او اختيار خېټه واچوله. پۀ دې لړ کښې پۀ قامونو، طبقو او اولسونو دغه ساختياتي تشدد څۀ کم و زيات اووۀ دېرش کاله روان ؤ. پۀ 2008 کښې چې کله د پاکستان پيپلز پارټۍ او عوامي نيشنل پارټۍ وفاق او پښتونخوا کښې اتحادي حکومتونه جوړ شو نو هغوي د ائين يو اصلاحاتي کمېټي پۀ دې غرض جوړه کړه چې د پاکستان دستور کښې د ترميم پۀ ذريعه د پاکستاني رياست د يو فلاحي مملکت ساخت د پاره لاره هواره کړي.

    پۀ 2010 کښې د دغه کمېټۍد سفارشاتو نتيجه کښې د پاکستان پارلېمان اتلسم ائیني ترميم منظور کړو کوم چې د پاکستان د ائين د سلو نه زياتو مادو کښې ترميم وکړو ـــ ‘کنکرټ لسټ’ ئې ختم کړو او دغسې کلتور او تعليم د صوبو واک ته راغلل. د دغه ترميم پۀ ضد يو ځل بيا سازشونه روان دي، ځکه چې ‘مقتدره’ قامونه او صوبې اختيار کښې شريکول نۀ غواړي.

     

  • اتلسم ائیني ترمیم ولې د سترګو ازغے دے؟ – ډاکټر خادم حسېن

     

    Twitter: @khadimhussain4

     

    دوه کاله مخکښې چې د پاکستان د امنيت ادارې يو مشر اتلسم ترميم باندې پۀ ښکاره نيوکې وکړې نو دا خبره جوته شوه چې پاکستان کښې د خلقو د حکمرانۍ او امنيتي ادارو تر منځه د رياستي پاليسیو پۀ حواله لوے تفاوت دے. دغه تفاوت د پاکستاني رياست پۀ بنيادي بيانيه، مفکوره او ليد لور کښي بيا بيا څرګندېږي. دغسې د نوي راتپلے شوي حکومت راتلو سره د تعليم د يو شان کولو د پاره د مرکز پۀ سطح د نصاب يوه کمېټي جوړه شوه ـــ دا خبره ځان له د بحث جوګه ده چې د نصاب يو شان والے د علمي تحقيق تر مخه د تعليم د معيار کچ لوړوالي ته بوځي او کۀ نه، او دا چې د تعليم يو شان والے د تعليم رسایۍ کښې ناانصافۍ څومره ختموي؟ خو د مرکز پۀ سطح د نصاب کمېټي جوړېدل غېر ائيني او غېر قانوني دي. د اتلسم ائیني ترميم تر مخه د تعليم پاليسي جوړول، نصاب تيارول او انتظام کول د صوبائي حکومتونو اختيار کښې راځي ـــ وفاقي حکومت د مشترکه مفاداتو کونسل کښې خپل تجويزونه صوبو ته وړاندې کولے شي. دغسې وفاقي وزارت د کلتور پاليسۍ باندې کار کوي کوم چې د صوبو اختيار کښې راځي؟ سوال دا پېدا کېږي چې اتلسم ائیني ترميم د سترګو ازغے ولې دے؟

    اتلسم ائیني ترميم ته پۀ اسانه ‘ائيني انقلاب’ وئيلے کېدے شي. عمراني معاهده کښې د بنيادي حقونو تفصيل، د وفاقي اکائيو د شناختونو خوندي کېدل او وسيلو کښي برخه، پۀ پاليسیو کښي د اولس اختيار او د وفاقي پارلېماني جمهوريت پۀ بابله چې کوم ابهامات يا کج روي موندلې کېده، هغه د يو داسې سياسي جمهوري عمل پۀ وساطت لرې کړے شول چې دغه بذات خود د پاکستان د سياسي قيادت او د اولس د ټاکلے شوو استازو يوه لويه کارنامه ګڼلې کېدې شي. پۀ پارلېمان کښې هغه وخت موجود د ټولو سياسي ګوندونو پۀ نمائندګانو مشتمله د ائيني اصلاحاتو يوې کمېټۍ دغه کارنامه تر سره کړه. هم دغې ته اجتماعي دانش وئيلے کېږي. د دغه اجتماعي دانش پۀ سوب پۀ اتفاق رایې سره د ائين کم و زيات نيمو شقونو يا مادو کښې ترميم وکړے شو. اوولس وزارتونه صوبو ته منتقل شو او د شلګونو محکمو د انتظام اختيار وفاقي اکائيو ته حواله کړے شو. دې سره سره د مرکز او صوبو تر منځه د وسيلو او پېداوار سر دوباره تقسيم وشو. ټول ملکي پېداوارکښي د صوبو برخه پۀ بشپړه توګه زياته کړې شوه. د نوې پريکړې تر مخه د صوبو برخه 57.50 فيصده مقرر شوه او د مرکز برخه 42.50 فيصده پاتې شوه. د دې اثر پۀ اسانه داسې معلومېدے شي چې پۀ 2009 کښي د پښتونخوا صوبې ټول بجټ 90 ارب روپۍ ؤ او د دې پرېکړې نه پس 2010 کښې د پښتونخوا بجټ 330 ارب روپیو ته ورسېدو. د پښتونخوا د تعليم، صحت او مواصلاتو انفراسټرکچر کښې چې کومه اضافه د 2010 نه واخله تر 2013 شوې وه، دا دغه ملکي پېداوار کښې د صوبو د برخې د زياتوالي د وجې ممکن شوې وه.

    د اتلسم ائیني ترميم تر مخه ائين کښې يوه بله اصلاح دا وشوه چې د کرنسۍ، خارجه پاليسۍ، دفاع او مواصلاتو نه علاوه د د هغه ټولو محکمو او وزارتونو کوم چې پېداوار، وسيلو او اختيار سره تعلق ساتي؛ د هغو د پاره د مشترکه مفاداتو کونسل فعال کړے شو. د څلورو صوبو وزراء اعليٰ د دې کونسل غړي وګرځېدل او د ائين تر مخه هرې درې مياشتې پس د دې اجلاس راغوښتل لازمي کړے شو. د دې نه علاوه هر وزير اعليٰ د دې اختيار مند کړے شو چې د فوري اجلاس د پاره وزير اعظم ته وئيلے شي. د مشترکه مفاداتو د فعاليت پۀ سوب پۀ ائيني توګه وفاقي پارلېماني نظام کښې نا همواري ختمه کړې شوه او اولس اختيارمند کړے شو.

    اتلسم ائیني ترميم کښې دوه نور مهم اقدامات وکړے شول، پۀ ائين کښې ورکړے شوے د بشري حقونو فريم ورک پراخه کړے شو ـــ د مثال پۀ طور د پینځو کالو نه واخله تر شپاړسو کالو ماشومانو د پاره د مفت او لازمي تعليم د شق اضافه وکړې شوه چې ورته 25-A وئيلے کېږي او د اطلاعاتو حصول بنيادي حق وګرځېدو. د منتخب حکومت او د ائين د ماتولو د سزا شق نور سخت کړے شو او د مارشل لاء نافذولو ټولې لارې ګودرې بندې کړې شوې. دغه اقداماتو سره کۀ يوې غاړې ته رياست د سماجي ښېګړې رياستي ساخت ته جوت کړے شو نو بلې غاړې ته د اولس پۀ ځان پۀ خپله اراده او خوښه د حکمرانۍ اصول خپل کړے شو. دې سره پاکستان کښې اوسېدونکي قامونه، د بېلابېلو مذهبي عقيدو خلق او د بېلابېلو ژبو ويونکي وګړي اختيار مند هم شو او د وسيلو خاوندان هم شول.

    د اتلسم ترميم دې ائيني انقلاب سره پاکستان کښې وفاقي پارلېماني نظام مضبوط شو. قامونه او صوبې تر ډېره حده اختيار مندې شوې، د وسيلو او پېداوار تر څۀ حده منصفانه تقسيم وشو او رياستي پاليسیو کښې پۀ ائيني توګه وګړي شراکت دار شول. دغه تقسيم او د اولس شراکت دارۍ د ژور يا مستقل رياست د کوم رياست مشري چې د پاکستان د پوځ جرنېلان کوي، د دې ژور رياست پۀ وسيلو او اختيار مرکزيت، اشرافيت او پۀ مهمو پاليسیو د اجاره دارۍ د ختمولو غاړې ته لار سمه کړه ـــ ځکه دغه ائيني انقلاب د ژور رياست پۀ سترګو کښې لکه د ازغي غړېدو. دا خبره پۀ يو مثال پۀ ښۀ توګه واضحه کېږي.

    څۀ موده مخکښې د پاکستان د نګران حکومت د خزانې وزير ډاکټر شمشاد اختر پۀ پاکستان راتپلے شوي نوي حکومت ته يوه اخباري مرکه کښې دا تجويز ورکړو چې د صوبو د پېداوار برخه کښې دې اتۀ فيصده کټوتي وکړي چې د دفاع د پاره او ترقياتي سکيمونو د پاره مرکز سره رقم پاتې شي ـــ خو د دې تجويز عملي کولو کښي تر ټولو لوے خنډ دا دے چې د ائين تر مخه د صوبو ټاکلې شوې برخه کښې کموت ممکن نۀ دے.

    حال دا دے چې د دفاع د پاره پاکستان کښې پۀ مختص بجټ کښې هر کال 25% اضافه کېږي. د تېر شوو اتۀ کالو نه د دفاع بجټ کښې 200% اضافه شوې ده او دا بجټ پۀ 2010-2009 کښې د 350 اربه روپیو نه پۀ 2018-19 بجټ کښې 101 کهرب روپیو ته رسېدلے دے. دې بجټ کښې هغه 164 اربه روپۍ نۀ دي شاملې کومې چې هر کال د پوځ د ملازمينو پۀ پنشن خرچ کېږي. د دغه رقم لګښت د بل يو بجټ هيډ نه کېږي.

    پوځ ته د دې رقم نه علاوه 165 بليون روپۍ د هنګامي بجټ تر مخه جدا ورکړې کېږي. پۀ دې حساب کښې د پوځ بلاواسطه او بالواسطه رقم د ټول بجټ 36% فيصده جوړېږي چې د قرضو او انتظامي بجټ نه وروستو تر ټولو زيات بجټ جوړېږي. دې نه علاوه د پوځ د سيوري لاندې چلېدونکي پۀ شلګونو تجارتي کمپنۍ، زمکې او صنعتونه هم پوځ د پاره لوے منفعت راوړي. د پوځ د سيوري لاندې روان تجارت د پاکستان د ټول مارکيټ د حجم د نيم نه زياته برخه لري.

    د ژور رياست د وسيلو دغه زياتوالے دوي ته هغه طاقت ورکوي د کوم پۀ زور چې ژور رياست د خارجه پاليسۍاو د دفاع پاليسۍ باندې اجاره داري بر قرار ساتي. د دې لازمي نتيجه دا راوتې ده چې ګاونډي هېوادونو سره د تاو تريخوالي پاليسیو ته د شخصي ملائشود استعمال پاليسیو ته او د انتهاګرې مفکورې د بيانيې پۀ مخکښې د وړو پاليسۍ ته دوام ورکړے کېږي. دې سره د خلقو ائيني اختيار، جمهوري حقونه، د قامونو شناختونه، د اولسي پرمختګ لارې ګودرې، ملکي اقتصاد، روزګار، تجارت، صنعت، تخليق، ايجاد، کلچر او د تعليم عمل پۀ شا ځي. دا ټوله خبره وسيلو کښې د قامونو او صوبو منصفانه برخې او پاليسیو کښې د اولس شراکت دارۍ نه چاپېره چورلي. اتلسم ائیني ترميم دغه دواړه عملونو ته لارې ګودرې اسانوي نو ځکه ژور رياست وسيلې د خپل طاقت د بشپړه کولو نه علاوه بل څۀ ته پرېښودل نۀ غواړي او نۀ پاليسیو باندې خپلې اجاره دارۍ ختمېدو ته تيار دے.

    پاکستان کښې د موجوده حکومت د راتپلو يو علت دا هم کېدے شي چې د اتلسم ائیني ترميم ائيني انقلاب پۀ شا کړي او نخښې نخښانې داسې ښکاري چې دوي پۀ دغه رجعت پسندانه، ملک دښمنه، قام دښمنه او وطن دښمنه پاليسۍ باندې سمدستي کار روان کړے دے. د پاکستان موجوده دور کښې د اولسي ډلو او سياسي ګوندونو د مبارزې بنيادي نکته بايد وفاقي پارلېماني جمهوريت ساتل او د اتلسم ائیني ترميم پۀ شا کولو ټولې هڅې او سازشونه شنډول وګرځي.