Category: نور احمد فطرت

  • خدائي خدمتګار تنظیم – نور احمد فطرت

    د پښتو ادب لمړۍ دوره لۀ دوېمې هجرۍ پېړۍ څخه پېل کېږي او د يوولسمې هجرۍ پېړۍ تر اوائلو پورې دوام کوي. د پښتو د لومړۍ دورې پۀ اثارو کښې يواځې د سلېمان ماکو د ‘تذکرة اولياء’ د بشپړ کتاب ځينې برخې مونږ ته رسېدلې دي. د پښتو ادبياتو د تاريخ دوېمه دوره چې منځنۍ )متوسطه( دوره هم ورته وئيلې شو، د لسمې هجري پېړۍ تر لومړيو دوو درېو لسيزو رسېږي. د پښتو د ادبي تاريخ دوېمه دوره لۀ لومړۍ دورې څخه پۀ هر لحاظ کامل توپېرونه لري. پۀ دې دوره کښې پښتو ادبيات د افغانستان، پښتونخوا او هند پۀ سيمو کښې لۀ ځينو ملي، مذهبي او پښتني جنبشونو سره پۀ ارتباط کښې ايجادېږي. پۀ قول د زلمي هېواد مل صاحب، دې دورې ته مونږ د منظوم اثارو دوره هم وئيلې شو او دا ځکه چې پۀ لومړۍ دورې پورې مربوط اثار زياتره متفرق دي. هېواد مل صاحب دا دوره لۀ روښاني غورځنګ څخه پېل کوي. دی پۀ هم دغه دوره کښې اخوند دروېزه، خوشحال بابا، رحمان بابا، حميد بابا او د نورو سبکونو پېرويان هم راخلي. وروسته دی دا دوره پاې ته رسوي او ځای ئې درېمې معاصرې دورې ته ورکوي )د پښتو ادبياتو تاريخ، مخونه (86-84 او داسې نور د هوتکو ادبي جريان، د کندهار ادبستان او احمد شاهي ادبي بهير ته پۀ لنډ ډول کتلو سره مونږ درېمه معاصره دوره ‘د خدائي خدمتګار تنظيم’ ته ستره ادبي دوره وئيلې شو ځکه چې دغه ادبي، مذهبي او سياسي سازمان نۀ يواځې دا چې پښتانۀ پۀ خپلو ځانګړو حقوقو خبرکړل بلکې دغه جنبش د پښتو ژبې او ادب پۀ وده کښې هم ستره ونډه واخسته. دغه دورې پښتو ته پۀ سوونو معياري کتابونه ورکړل او پۀ سوونو شاعران او ليکوالان ئې هم وروزل. فېض محمد خان لالا وائي چې باچاخان او د دۀ ملګرو وړومبی ‘انجمن اصلاح الافاغنه’ جوړکړو. د دې تنظيم کار پښتانۀ د تربګنیو، دښمنیو او غلطو رسمونونه ژغورل وو او پۀ پښتنو کښې د تعليم شوق پېدا کول وو. )وګورئ پښتون مجله، جنوري،(2017.

    باچاخان او د دۀ ملګري پۀ 1928ز کښې ‘پښتون’ مجله را وباسي او پۀ 1929ز کښې د يو رضاکار تنظيم ‘خدائي خدمتګار’ ډبره ږدي. پۀ قول د ارواښاد خان عبدالولي خان، “خدمت د هرڅۀ د پاسه’ د دوي نعره وه. دوي سوګندونه پورته کړل چې عدم تشدد به د دوي مسلک وي. پۀ قول د ملي قائد، د بې تعليمه اکثريت لپاره ډرامې سټېج وشوې. مشاعره هم د دې سالانه تقريب يوه برخه وه. د محبوب پۀ حسن او ګل يا بلبل باندې پۀ دغه مشاعرو کښې لږه توجه وشوله، د وطن سره د مينې پۀ جذبو باندې زيات زور راوړل شو. دا خبره هم د ستائینې وړ ده چې “پښتون” رسالې پۀ افغانستان کښې هم ښۀ اثرات خوارۀ کړل. “پښتون” رسالې پۀ غازي امان الله خان هم ډېر اثر کړی ؤ. پۀ 1930ز کښې سالانه تقسيم انعامات تقريب هم د خلقو لپاره ډېر خوندور ؤ. )وګورئ د ولي خان يوه ليکنه، ‘د باچاخان ژوند او فکر’، ژباړه روح الامين، مخ (28-27

    دغه تنظيم پۀ قول د فېصل فاران، “تعليم ته ډېره توجه ورکړله. پۀ 1935ز کښې دغه تنظيم د اتياو څخه زيات ښوونځي درلودل )وګورئ د فخرِ افغان ځانګړنې، سریزه(. دغه ستر تنظيم د پښتنو ماشومانو ته د ټوپک پۀ ځای د قلم اګاهي ورکړه. دغه سازمان د پښتو ژبې پۀ شا ته پاتې ورځ باندې ږغاوې وکړې. ډېر پښتانۀ ځوانان ئې وروزل. دوي بيا پښتو ته پۀ نثر او نظم کښې پۀ شلګاو کتابونه ورکړل. دوي د ښځو د بېدارۍ هڅې وکړې. ښځې ليکوالانې ئې هم پېدا کړې. پۀ دغه لوی سازمان کښې پروفېسران، وکيلان او قامي مشران شامل شول. پۀ قول د ولي خان، پۀ هند او بيا پۀ خاصه توګه پۀ دې حساسه او اهمه صوبه کښې دا قسمه سياسي تنظيم او فعاليت د پېرنګيانو د برداشت نه بهر شو؛ باچاخان او د دۀ ملګري ونيول شول او د ګجرات پۀ جېل کښې واچول شو. صوبه پوځ ته حواله شوه. د چارسدې پۀ ډېرو کلو باندې يرغل وشو. مسلم ليګيانو پۀ دغه تنظيم پسې د “هندو هندو” پروپېګنډې پېل کړې. د پاکستان د جوړېدو نه پس پۀ يوه هفته کښې دننه د خدائي خدمتګارانو حکومت برطرف کړل شو. د بابړې واقعه پېښه شوه چې پکښې شپږ سوه نه زیات بې وسلې پُر امن مظاهرین شهيدان کړل شول – کورونه لوټ شول، جائيدادونه ضبط شول، د پښتنو د کورونو بې عزتۍ وشوې. دومره ظلمونه او تذليل خو پېرنګيانو هم نۀ ؤ کړی لکه څنګه چې دوي وکړ. باچاخان شپږ کاله قېد کړل شو ‍)وګورئ د ولي خان مقاله ‘د باچاخان ژوند او فکر’، مخونه (37-28.

    ادبي، سياسي او مذهبي سازمان ‘خدائي خدمتګار’ يو اوږد نظم دی چې ما پۀ ډېرو خواریو ترتيب کړی دی. د دغه تنظيم څخه مې مخکښې مخکښې پر شا ته کړکېښ هم څۀ نظر ځغلولی دی. اريائي دورې ته تللی يم، بدهـ مت او هندومت مې هم ياد کړي دي. پۀ سندهـ ايالت کښې تاريخي ځايونه موهنجو داړو، مهرګړهـ ته هم ورښکاره شوی يم. د راجه داهر او محمد بن قاسم دور مې هم يادې کړې دي. غلجيان، غوريان مې هم څېړلي دي. لۀ بنګاله تر پاني پته، تر شېر شاه سوري، تر کندهاره مې هم منډه وهلې ده. نور تاسو دغه نظم لوستلو ته رابولم –

    کال يا دوه کاله وړاندې پېښه شوه سودا و ما ته

    شکي شوم زما پر يو څۀ پېښو باندې شک پېدا شو

    کښېناستم، ما هم ولوستل ډېر تاريخي حقائق

    پوهه شوم، و ما ته د څۀ قيصو درک پېدا شو

    تر اريائي پېره، شله پۀ شله وګرځېدم

    ذهني سفر ؤ تر بدهـ مت او هندومته شومه

    مهاتما ګوتم بدهـ مې را واخست تر سکندره پورې

    موهنجو داړو او مهرګړهـ ته هم ورښکته شومه

    هم مې راجه داهر راونيو، هم محمد بن قاسم

    هم تر غزني هم تر محموده پورې ورسېدم

    غلجيان مې وموندل دغسې پۀ قلار قلاره

    لکه مېږي تر خپل مقصوده پورې ورسېدم

    غوريان مې وڅېړل دهلي او تر بنګاله ولاړم

    تر پانې پته د لودهيانو تر ځپلو پورې

    پينځۀ کلنه شېرشاهي دوره مې ولوستله

    تر مرزا خانه، تر خوشحاله، تر مغلو پورې

    صفوي ګرګين ته کۀ حېرت يوړم، غصه هم راغله

    خو پۀ ميروېس مې بيا د زړۀ دنيا اباده شوله

    تر کندهاره تر خرقې چې تلم څو واره پۀ لار

    د مرهټه د احمد شاه قصه راياده شوله

    ما هم خورا ډېر کتابونه سره ولټول

    مطالعه مې وکړه بوخت شوم پۀ قراره پۀ کار

    د تاريخ پاڼې مې تر ډېره سره واړولې

    پکښې پېدا مې کړو قامي تحريک ‘خدائي خدمتګار’

    پۀ اتمانزو کښې د ملا عبدالعزيز پۀ مرسته

    پۀ نولس سوه لس کښې جوړه شوه لمړۍ مدرسه

    د باچاخان او د مخفي پۀ ګړنديو هڅو

    پۀ پښتونخوا کښې خدای بله کړه د پوهې ډېوه

    د ‘افاغنه’ لۀ خوا تعليم ته پاملرنه وشوه

    دروازې خلاصې د رڼا شوې پۀ ړندو پښتنو

    د شعوري ودې لپاره پۀ صلاح سرخ پوشو

    ازاد سکولونو ته کار وکړئ پۀ قامي ولولو

    د ‘نولس سوه نولس’ وروسته انګرېزانو ته خاص

    د پښتنو د اتفاق پۀ اړه وېره شوله

    د پېرنګي ضد بل د هند د خپلواکۍ پۀ خاطر

    د دېوبنديانو سره راشه درشه ډېره شوله

    ليدۀ کاتۀ وو پۀ کابل کښې باچا خان پۀ خپل وار

    امان الله ته د پښتو پۀ حقله وکړ تاکيد

    ناستې پرې وشوې، وړانديزونه سره ومنل شول

    طرزي هم وکړ ځای پۀ ځای د سپارښتنو تائيد

    د ليک او لوست لپاره پېل شو، عموماً خپرېدې

    “پښتون” خپل کار پۀ پښتونخوا کښې پۀ مړانه وکړ

    جېل ؤ، خوارۍ وې، وهل هم وو مګر بيا هم چوپړ

    و مور پښتو ته پښتنو څومره پۀ ګرانه وکړ

    پۀ ‘نولس نهه ويشت’ کښې د ټولو پرګنو پۀ خوښه

    تر “افاغنه” وروسته راووتل ‘خدائي خدمتګار’

    د تشدد خلاف تبليغ وشو، دورې هم وشوې

    پۀ عدالت، دين او پښتو باندې سرونه شول جار

    امن پرسته ؤ تر ډېره خېريه غوندې ؤ

    ادبي ډېر ؤ مذهبي هم ؤ سياسي سازمان ؤ

    پېرنګی ومني “د هند پۀ نېمه وچه” خپور شو

    پۀ عمل پوهه ؤ، قام پروره ؤ، جدي سازمان ؤ

    ناست دې پۀ ښو ښو ښوونځيو کښې وي تل تر تله

    نۀ دې وي نۀ دې وي بچيان زمونږ لۀ سبقه لرې

    غوښت ئې چې ټوله پښتانۀ دې کړي تعليم تر لاسه

    شي دې نو نور دغه وګړي لۀ ټوپکه لرې

    د ښار او کلو پښتنو ته به سرخ پوشو وئيل

    ‘دا تشدد چې دی، دا ګوري د مسئلې حل نۀ دی

    سړه سينه کوئ پۀ مينه مينه ژوند تېروئ!

    زور پرېږدئ! زور مۀ کوئ! زور د هېڅ قصې حل نۀ دی’

    د ملي هڅو پۀ بڼه بیخي پۀ لږ وخت کښې هم

    دې انجمن پۀ پښتونخوا کښې انقلاب راوستۀ

    دوي و ‘ليګيانو’ ته هم وښودل د ژوند حقائق

    دوي پېرنګی هم پۀ عمل کښې لا جواب راوستۀ

    دوي پښتنې پېغلې و ژوند ته هڅولې همېش

    دوي و ځوانانو ته د ځوان د مټو ځواک وښودۀ

    دوي د بې ځايه لګښتونو مخنيوی هم وکړ

    دوي پښتنو ته ساده ژوند ساده خوراک وښودۀ

    د غلامۍ خلاف مېدان ته راغلل ودرېدل

    پۀ خپلواکۍ ئې هم واړۀ او هم زاړۀ بلد کړل

    “پښتونستان” ئې پۀ تمامه نړۍ وپېژندو

    د پښتونخوا پۀ نوم ئې ټوله پښتانۀ بلد کړل

    کۀ مذهبي او دنياوي برلاسی ؤ ورسره

    قانوني هم خورا ماهره وکيلان پۀ کښې وو

    د شاعرانو، ليکوالانو پۀ کښې نۀ ؤ کمی

    ليکل ئې هر څۀ بېخي ښۀ ښۀ اديبان پۀ کښې وو

    شعر ئې وايۀ پۀ تاريخ هم بل تر هر چا پوهېدل

    هم ئې ناول ليکي او هم ئې کښله لنډه قصه

    کار ئې کوۀ وخت ئې بې ځايه تېروۀ چرې نۀ

    نثر او نظم ته ئې وکړه ډېره ښه توجه

    پۀ دغه ښو کارونو پاتې نۀ شول ووهل شول

    پېرنګي ورکړل پۀ دهوکه و مسلم ليګ ته پۀ لاس

    يا ئې جېلو ته وړل او يا ئې ځای پۀ ځای قتلول

    خائن ليکلې وه پر توره پاڼه دا ډله خاص

    پۀ ‘نولس سوه او اتۀ څلوېښت’ کښې وکړو څنګه؟

    پۀ سوله ايزه غونډه باندې ظالمانو يلغار

    يو د بابړې پۀ مېدان د قيومګي پۀ ډزو

    قتل شول تقريباً شپږ سوه خدائي خدمتګار

    پۀ شهيدانو سرکار خپله جرمانه کېښوده

    ځکه خو هر وارث د خپل مړي پېسې ادا کړې

    چا لۀ روغتونه لرې وکړه تداوي د ژوبلو

    چا پۀ شپه شپه د غريبانو جنازې ادا کړې

    څلور ټوټې ئې پښتانۀ کړل در پۀ دره ئې کړل

    تړون ئې رانۀ وست بدبختو مو يوون خراب کړو

    و پنجابي او بنګالي ته خو حق ورسېدۀ

    هند پۀ خپل ځای پاتې شو کور ئې د پښتون خراب کړو

    پۀ کورني جنګ دی زما پۀ وجود اور پورې کړ

    هم دې بې نظمه کړمه زۀ هم دې بې صفه کړمه

    نن چې رغېږم نۀ نو هم وجه دغه ده پکښې

    منحوسې کرښې لکه يو بدن دوه کسه کړمه

     

  • د نفوسو بم – اشتیاق بېګ – ژباړن: نور احمد فطرت اڅکزی

    د پاکستان پۀ ابادۍ کښې د تېرو څو لسېزو څخه چې کومه زياتونه را روانه ده، دغه هر ژوندي ساه پۀ حېرت کښې اچولې ده. د مسئلې دروندوالي ته پۀ کتلو سره د پاکستان د سترې محکمې (سپريم کورټ) مشر ثاقب نثار (ثاقب صاحب اوس پۀ جنورۍ کښې ريټائرډ شو) پۀ اسلام اباد کښې “پۀ زياته ابادۍ د پاملرنې” تر سر ليک لاندې د يو سيمينار اهتمام کړی ؤ چې د عمران خان نه علاوه د عدليې حاضر او تقاعد (Retired) شوي څارنوالان، ايالتي مشران وزيران (Chief Ministers) وفاقي وزيران، علماء کرام، ايالتي وزيران او نورو ډېرو خلقو ګډون وکړو. ښاغلي ثاقب نثار د سيمينار پۀ حقله ناستوخلقو ته ووئيل چې پۀ پاکستان کښې پۀ پوره شپېتو کالو کښې د نفوسو پۀ کنټرول هېڅ توجه نۀ ده شوې او پرمخ روانې چټکې ابادۍ اوس د يوې مسئلې بڼه غوره کړې ده چې دا د يو ناورين څخه کمه نۀ ده. دۀ پۀ پاې کښې پۀ ناستو خلقو زور واچولو چې د ابادۍ يا د نفوسو مخنيوی زمونږ د ټولو ذمه واري ده او دغه ستره ذمه واري بايد تر سره کړو او پۀ دغه لړکښې خپلې غاړې بايد خلاصې کړو. عمران خان پۀ خپل تقرير کښې دا ووئيل چې زمونږ د فېملي پلاننګ پاليسي پۀ پوره توګه ناکامه شوې ده، مونږ ته پکار دي چې د ناوړې ابادۍ د قابو کولو لپاره پۀ عاجله توګه کار وکړو او د تعليم پۀ ذريعه ( صوبو ته پکار ده) چې د زياتو نفوسو د کنټرول مهم وچلوي او پۀ دغه لړکښې راځئ چې قانون سازي وکړو. د دغه حقيقت څخه سترګې پټولې نۀ شو چې پۀ پاکستان کښې ناکاره او زياتې ابادۍ زمونږ پۀ مسائلو کښې اضافه کړې ده. د پاکستان د جوړېدو پۀ وخت کښې د هېواد نفوس څلور کروړه وو لېکن د نولسم سوه نهه اتيايم د سر شمېرنې څخه دغه شمېره څوارلس کروړه ته ورسېده. مګر پۀ شلوکلونو کښې د پاکستان نفوسي ابادي تر شلو کروړو هم واوښتله. دغه رنګه پۀ شپږو لسيزو کښې د پينځۀ چنده اضافې سره پاکستان د نفوسو پۀ لحاظ د نړۍ شپږم هېواد جوړ شو. کۀ چرې پۀ ابادۍ کښې پۀ هم دا تناسب سره زياتوب روان ؤ نو پۀ 2050ز کښې به د پاکستان ابادي دېرش کروړه ته ورسي. نړۍ دا وخت د زياتو نفوسو د کشالې سره مخ ده. پۀ سن 1800 ميلادي يعنې د نولسمې ميلادي پېړۍ پۀ سر کښې د نړۍ ابادي ټول ټال پۀ يو ارب ( سل کروړه) باندې اډاڼه درلوده چې پۀ يو سل دېرش کلونو کښې دوه اربه ته ورسېد. او بيا پۀ دېرشو کلونوکښې درې اربه شوله. دغه رنګه هر کال پۀ لس او دولس کلونو کښې د يو ارب خلقو يا نفوسو زياتونه کېږي. نن د نړۍ ابادي اووۀ نيم اربو نفوسو ته رسېدلې ده لېکن افسوس صد افسوس چې پۀ دغه کښې يو ارب خلق شپه پۀ لوږه تېروي. پۀ نړۍ کښې د نفوسو پۀ لحاظ تر ټولو غټ ملک چين دی چې ابادي ئې يو ارب يو څلوېښت کروړه ده. پۀ دوېم نمبر باندې هندوستان دی چې يو ارب شپږدېرش کروړه دي، پۀ درېم نمبر امريکا ده چې دوه دېرش کروړه ده، پۀ څلورم نمبر باندې انډونيزيا ده چې شپږويشت کروړه ده، پۀ پينځم نمبر باندې برازيل دی چې يوويشت کروړه دي او پاکستان د شلو کروړو سره پۀ شپږم نمبر باندې ځای لري.

    د سيمې د نورو هېوادونو پۀ پرتله پۀ پاکستان کښې د ابادۍ شرح 2.4 سلنه ده، هند 1.3 سلنه يا فيصده، ايران 1.2، سري لنکا1.1 سلنه پۀ بنګله دېش کښې يو فيصد. دغه رنګه پۀ ګاونډي هېواد افغانستان کښې د ابادۍ شرح د پاکستان څخه زياته يعني 2.5 سلنه ده. کۀ د پاکستان د ابادۍ رفتار پۀ هم دغه اندازه مخ پۀ وده پاتې شو نو ډېر زر به پاکستان د نفوسو پۀ لحاظ د نړۍ پينځم هېواد جوړ شي.

    جنرال ايوب خان د ابادۍ د منصوبه بندۍ لپاره “لږ کچنيان خوشحاله کور” رنګه مهم پېل کړی ؤ. پۀ دغه پروګرام باندې د مذهبي ډلو لۀ خوا سخت مخالفت وشو. وروسته د ابادۍ د مخنيوي پۀ خاطر پاکستان کښې ” د محکمه بهبود ابادي” وزارت جوړ شو. دغه څانګې يا محکمې به وئيل “بچيان دوه ښۀ دي”. دغه شعار هم پۀ رېډيو او ټي وي باندې ډېر تشهير وشو. پۀ دغه تش پۀ نوم ميډيا مهم کښې هم پرته لۀ دې چې پېسه او وخت ضائع شو، هېڅ لاس ته رانۀ غلل.

    بنګله دېش غوندې ملک چې پۀ 1971ز کښې ئې ابادي تر مغربي پاکستان څخه زياته وه، د ابادۍ د قابو کولو لپاره د مسجد او علماء څخه کار واخست چې ډېرې ښې پايلې لاسو ته ورغلې او بنګله دېش د ابادۍ پۀ مخنيوي کښې بريالی شو.

    پۀ نړۍ کښې د زيات نفوس لرونکی هېواد چين بېلګه زمونږ مخې ته ده چرې چې د فېملي پلاننګ (دا هغه عمل دی چې پلار او مور يا عام اولس دې ته تيار وي چې کم بچيان پېدا کړئ او بيا ئې ښۀ وروزئ) مخکښې يعنې تر 1970ز پورې تقريباً يوه کورنۍ پۀ پينځۀ کوچنيانو باندې مشتمله وه مګر د 1971ز د فېملي پلاننګ پۀ پايله کښې د پېدايښت پۀ شرح کښې ډېر کمی راغلو. پۀ اوسني وخت کښې د زياتې ابادۍ پۀ مقابله کښې د هنره ډک، لوستي او روغتيا څخه برخمنه ابادي د معاشي پرمختګ راز بلل کېږې. ډېره ابادي چې د هنر او پوهنې څخه لرې وي، صحت ضده نۀ وي . هغه د هېواد او ټولنې پۀ ترقۍ کښې د کردار ادا کولو پۀ ځای د بوج سبب جوړېږي. حکومت ته پکار ده چې د زياتې ابادۍ د مخنيوي لپاره پۀ هنګامي او جنګي بنيادونو باندې خپلې پاليسۍ ته بېرته کتنه وکړي او پۀ دغه لړکښې دوي بايد علماء ته مراجعه وکړي او د دوي خدمات واخلي او داسې څۀ وکړي “چې هم مار مړ شي هم لرګی بچ شي.” حکومت بايد دغه کورنيو سره مالي امداد د پېدايښت پۀ شرح کښې د کمي سره مشروط کړي. يعني چې څوک لږ بچيان پېدا کوي او بيا ئې ښه روزنه او پالنه کوي، د هغه کورنۍ مشر ته به ښۀ مراعات او روزګار ورکړل کيږى. کۀ چرې پۀ ابادۍ باندې قابو پېدا نۀ کړل شو او د هېواد نفوس هم داسې مخ پۀ وده روان ؤ نو پۀ راتلونکې کښې به هېواد کښې د معاشي او سماجي مسئلو سره سره د غربت او بې روزګارۍ لۀ و جې بد امني او ترهګري نوره هم زياته شي.

    پۀ ابادۍ باندې د نړيوالې ادارې راپور:-

    د ملګرو ملتونو (U.N.O) ذيلي ادارې يونيسف پۀ نوي کال باندې د ابادۍ پۀ حوالې سره پۀ تېرو ورځو کښې يو علمي راپور خپور کړو. دغه څېړنې زما پۀ شمول هر پاکستانی پۀ تشويش اخته کړی چې د کوم مطابق د يکم جنورۍ دوه زره نولسم پۀ ورځ پۀ ټوله نړۍ کښې درې لکهه پينځۀ نوي زره دوه اويا بچيان وزېږېدل چې پۀ دغه کښې څلور سلنه يعنې څلور فېصده يوکم پينځلس زره کچنيان صرف پۀ پاکستان کښې پېدا شول. پۀ خبرپاڼه کښې مخکښې وښودل شول چې پۀ نړۍ کښې د نيم څخه زيات ماشومان پۀ نهو هېوادونو کښې پېدا شول. پۀ هندوستان کښې يوکم اويا زره اويا، پۀ امريکا کښې لس زره نهه سوه، پۀ کانګو کښې نهه زره څلور سوه، پۀ ايتهوپيا افريقا کښې نهه زره شل او پۀ بنګله ديش کښې اتۀ زر درې سوه اويا کچنيان پېدا شوي دي.

    چين او هندوستان د نفوسو پۀ لحاظ د نړۍ د سر ملکونه دي چې ابادي ئې دوه اربه اويا کروړو څخه زياته ده. کۀ د دغه ابادۍ د تناسب سره سم د پېدا کېدونکو ماشومانو جاج واخستل شي نو پۀ پاکستان د بچيانو شرح پېدائش د دغه پورتني هېوادونو څخه زياته ده. د حېرت وړ خبره خو دا ده چې د ابادۍ پۀ لحاظ غټ اسلامي هېواد انډونېزيا چې ابادي ئې 26 کروړه نفوسه ده، هلته هم د نوي کال پۀ وړومبۍ ورځ يوولس زره کودکان پېدا شول. د نمر غوندې روښانه خبره ده چې د تېر کال د مردم شمارۍ مطابق د پاکستان پۀ ابادۍ کښې 2.4 سلنه کلني زياتوب را روان دی چې د خطې د نورو هېوادونو څخه زيات دی. ما چې کله د يونيسف پۀ خبرپاڼه څېړنه کوله نو دا حقيقت مخې ته راغلو چې ذکر شوي راپور د پاکستان د بېلا بېلو ښارونو د روغتونونو (Hospitals) د اعداد و شمار څخه لاس ته راغلي دي. پۀ دغه رپورټ کښې د پاکستان کليوالې علاقې او کلي چرې چې د ملکي ابادۍ شپېتۀ سلنه (60%) خلق اوسي او هلته نن هم ښځې پۀ خپلو کورونو کښې (بې لۀ څۀ اسانتيا) خپل بچيان زېږوي (پۀ دغه راپور کښې دغه د لرې پرتو سيمو کودکان نه دي حساب شوي) يا دغه بچيان نۀ دي پۀ کښې شامله. کۀ مونږ د يونيسف د راپور پۀ شمېره کښې دغه کليوال بچيان هم واچوو نو پۀ پاکستان کښې به د پينځلس زره پۀ ځای دېرش زره شمېره يا حساب مخې ته راشي. د دغه حساب سره به پۀ پاکستان کښې هر کال يو کروړ اتۀ لکهه بچيان پېدا کېږي. کۀ پۀ ابادۍ کښې پۀ هم دغه رفتار سره زياتوب وشي نو پۀ راتلونکو شلو کلونوکښې د پاکستان ابادي دوه برابره شي.

    پۀ دغه اړينه سکالر باندې ما مخکښې هم کالمونه ليکلي وو چې د لوستونکو يو غټ تعداد زما زيار ستائيلی هم ؤ او دوي زما څخه غوښتنه کړې وه چې پۀ دغه موضوع باندې نور هم زيات کار وکړم. مګر پۀ دغه لړ کښې څۀ لوستونکو پۀ ما باندې زيات انتقاد هم کړی ؤ. د دوي پۀ رايه کښې نفوس يا ابادۍ باندې د مخنيوي خبرې د الله پۀ کار کښې مداخلت او د هغۀ د ستر نعمت ناشکري ده چې پۀ شرعي اعتبار صحيح نۀ ده. مګر زۀ وايم چې لږ کچنيان د مور د صحت، د پلار د اقتصاد لپاره ضروري دي. پکار ده چې مونږ (پۀ حېث د مسلمان قام) دومره کچنيان وزېږوو چې د هغوي روزنه وکړو، تعليم يافته ئې کړو، پۀ کپړه ئې پټ کړو، ښۀ خوراک، څښاک او بهتره درملنه ورکړو او بيا ئې د ټولنې پۀ ښۀ ورولو او داسې نور. اوسني حکومت ته پکار دي چې هسې اشتهاري مهم د محکمه بهبود ابادۍ لۀ لارې ونۀ چلوي چې “بچيان دوه ښۀ دي” يا “دوه بچيان خوشحاله کور” غوندې وخت ضائع نۀ کړي او پېسې برباد کړي. سرکار ته پکار ده چې پۀ دغه باره کښې يوه زوروره قانون سازي وکړي او پۀ خبره پوهه علماء پۀ اعتماد کښې واخلي او د بنګله دېش رنګه ماډل اختيار کړي چرته چې پۀ زياته ابادۍ باندې د کنټرول لپاره د علماء او ماجتونو کار واخستل شو. د وسائلو مطابق بچيان پېدا کول د فاميل (Family) او د هېواد پۀ ګټه دي او دا غېر اسلامي عمل نۀ دی. حکومت ته ښائي چې داسې غونډې راوبلي چې پۀ هغې کښې علماء حق شرکت وکړي. پۀ داسې لويو سيمينارونو کښې د بنګله دېش او انډونېزيا ماهرين هم راوبلل شي او د دوي د نفوسو د مخنيوي د تجربو څخه بايد ګټه تر لاسه شي. دا خبره هم د يادونې وړ ده چې پۀ تېر ماضي کښې د هېواد پاکستان علماء ځانمرګي يا فدائي مرګونه هم حرام بللي وو او د دغه ناروا عمل ئې هم سخته غندنه کړې وه. هيله لرم چې علماء حق پۀ وژنه کارونو يا پۀ دغسې سختو مسائلو کښې ښې ديني او قراني پرېکړې او قام يا سيمې ته به خېر ورسوي. پۀ نړۍ کښې د نورو ډېرو مسئلو سره دغه د ابادۍ مسئله يوه درنه مسئله ده. پۀ ځانګړي ډول د پاکستان پۀ شان ملک کښې چرته چې بنيادي اسانتياوې هم پۀ نيشت حساب دي، د زياتې ابادۍ د مخنيوي (د اصولو سره سم) د وخت اړتيا ده.

    د يونيسف د جنورۍ د وړومبۍ نېټې راپور زمونږ د ټولو لپاره د خطر زنګ دی. دغه د خطرو زنګ ته پکار ده چې مونږه ټوله توجو سره پۀ ابادۍ باندې د کنټرول سنجيده پاملرنه د وخت اړتيا ومنو. ژوندي او باشعوره ملتونه خپله ابادي پۀ کنټرول کښې ساتي. پۀ دغه مسئله کښې کۀ چرې مونږ باشعوره نۀ شولو او زمونږ پۀ هېواد کښې ابادي پۀ هم دغه اندازه مخې ته لاړه نو پۀ مستقبل کښې د خوراک، اوبو او د توانايۍ مسئله پېدا کېدلې شي او زمونږ پۀ غربت او بې روزګارۍ کښې اضافه ممکنه ده چې وشي او پۀ هېواد کښې بد امنۍ او ترهګرۍ پۀ شان پايلې هم زمونږ لاس ته راتلې شي. راځئ چې نور پۀ رڼو سترګو ژوند وکړو. راځئ داسې ژوند وکړو چې هم مار مړ شي هم لرګی بچ شي. زۀ دا منم چې خدای هرڅۀ کوي خو زۀ دا هم منم چې کۀ زمونږ وسائل زمونږ د شمېر سره سم پاتې شي، دا به زمونږ لپاره ډېره ښه د خېر خبره وي.

     

  • ورځپاڼه ‘جنګ’، حرف تمنا، د خالي ورځ، 28 جنوري 2006ز – ليکوال: ارواښاد ارشاد احمد حقاني – ژباړن: نور احمد فطرت، چمن

    د ای اېن پي د لارښود ارواښاد خان عبدالولي خان د وفات څخه چې د هند د نيمې اوچې او پۀ ځانګړي ډول د پاکستان د سياسي تاريخ ډېرې دروازې وتړل شوې او د دۀ پلار د برصغير د ازادۍ پۀ ملي هڅو کښې د کانګرس او خدائي خدمتګار د دريځونو څخه څو لسیزې سرګرم پاتې شول. د دواړو د پلار زامنو د سياسي کردار د جوتولو څخه دا وئيل کېدی شي چې دا د نيمې پېړۍ قيصه ده، د دوو څلورو کلونو خبره نۀ ده. خان عبدالولي خان او عبدالغفار خان چې پۀ سياست کښې کوم کردار ادا کړی ؤ پۀ دې دوران کښې د دوي (سياسي) کردار هم د ډېرو غورزو پرزو سره مخ شوی ؤ. ارواښاد خان عبدالولي خان پۀ 1942 زېږديز کښې پۀ ملي سياست کښې پل ايښی ؤ او پۀ وړومبي ځل پۀ 1943 کښې نيول شوی يا بندي شوی هم ؤ. د دۀ د نيولو تفصيل دومره اوږد دی چې د دغه حالاتو د بيان لپاره د يو جدا کالم اړتيا پېښېږي پۀ کوم سياق او سباق کښې چې خان عبدالولي خان د پاکستان د جوړېدو سره سم پۀ سياست کښې برخه واخسته، د هغۀ متنازعه کېدل خو هم ډېر ناګزيره وو. پۀ بنيادي توګه هغه يو ترقي خوښه او سيکولر (د بې مذهبه پۀ معنا بايد ونۀ لوستل شي) سياستدان بللی کېدو. دۀ چې پۀ کوم کوم نوم باندې ګوند جوړه کړی ؤ او د هغۀ مشر توب ئې کړی ؤ. دغه (مذکوره) ګوند به تل د ځبېښناک دښمن، د څارګرو ادارو مخالف د مذهب او رياست د جدا والي علمبردار او د پښتنو د حقوقو خصوصي ملاتړ کوونکی بلل کېدو. لېکن دا هم يو حقيقت دی چې پۀ اوږد سياسي بهير کښې خان عبدالولي خان څو څو واره د ښي لاسو جماعتونو سره کومک هم کړی ؤ. دوه بېلګې ئې ډېرې ښکاره دي ـــ د جمعيت علماء اسلام (مفتي محمود) د ګوند ډېر حمايتي ؤ او د مسلم ليګ نون سره هم څو کاله اوږه پۀ اوږه روان شوی ؤ. د ډېرې اوږدې دوستۍ او رفاقت څخه وروسته چې قريباً پۀ يوه لسيزه اډاڼه لري، د سرحد ايالت د نوم ‘پښتونخوا’ د نۀ منلو لۀ وجې د مسلم ليګ نون څخه جدا شوی ؤ.

    خان عبدالولي خان د يو ملتپاله سياستدان سره سره د کړکېښ (تاريخ) او سياست (پاليټکس) يو پۀ خبره پوهه زده کوونکی ؤ. ډېره پراخه مطالعه ئې درلوده، پۀ ځانګړي ډول د خپلې خوښې پۀ سکالوو (Topic) باندې دغه رنګه ده. د هندوستان د ازادۍ د هڅو (جدوجهد) پۀ هغۀ کښې د مسلم ليګ او د محمد علي جناح پۀ کردار او ژوند تر څو کلونو پورې څېړنه (رېسرچ) وکړله. دۀ دا دعويٰ هم وکړله چې د انډيا اٰفس کتابتون او د نورو لارو څخه چې کوم معلومات (Information) او مواد (Material) راټول کړي وو، د دې څخه دا هم ثابته شوله چې د مسلم ليګ خوځښت (تحريک) د وړومبۍ ورځې څخه د پېرنګي پۀ اشاره پېل شوی ؤ . دغه ډول د پاکستان جوړېدل هم داستعماري ځواکونو پۀ ځانګړې بڼه د برطانيې د خاصو مقصدونو مرهون منت وو.

    خان عبدالولي خان

    د خپلواکۍ د هڅو یو ور بند شو

    د دۀ د سياسي تجزيې يا څېړنې (تهيسز) يوه برخه دا وه چې د روسيې د پېل خوا ته د راتللو د مخنيوي لپاره پېرنګيانو او د هغۀ لاس پوڅو (حليف) پاکستان جوړ کړd. د دغه تهسيز يا تجربې دوېمه برخه دا وه چې پۀ دا ځلې سياست کښې مسلم ليګ د انګرېز د لاس اٰله وه . تقريباً پينځويشت کاله مخکښې دۀ دغه نقطې (Points) پۀ ډېر زور او شور سره بيان کړی او يو کتاب ئې هم پرې ليکلی چې د کوم نوم دی ‘رښتيا رښتيا دي’. پۀ دغه کتاب کښې دۀ پۀ خپله خپل سياسي نظريات او رجحانات پۀ تاريخي او تلپاته حوالو سره د ښکاره کولو هڅه وکړه. پۀ طبعي ډول د دغه کتاب داشاعت (چاپ) څخه وروسته پۀ پاکستان کښې پۀ دغه موضوع ډېر ژور بحثونه وشول، د خان عبدالولي خان پۀ حق کښې او د دۀ خلاف ډېر څۀ وليکل شول . ‘جنګ’ ورځپاڼې پۀ دغه ستره سکالر باندې د خان عبدالولي خان سره يوه مرکه هم وکړله.

    د مرکې لپاره زۀ پۀ خپله ولي باغ ته ورغلم او تقريباً دوه ساعته ئې تفصيلي انټرويو راسره وکړله. ښکاره ده چې پۀ خپل موقف ډېر ټينګ ؤ چې د کوم سره ما اتفاق نۀ کولو. د تاريخ او د تحريک پاکستان د يو ادنيٰ همکار پۀ حېثيت سره او د يو صحافي پۀ ډول ما هم مطالعه درلوده. هم د دغه مطالعې پۀ رڼا کښې ما د خان عبدالولي خان سره تفصيلي بحث او خبرې وکړې. زۀ د ولي باغ سفر خو اصلاً د خان موصوف سره د خبرو لپاره ؤ لېکن ما باچاخان سره هم (څه نۀ څۀ) خبرې وکړې چې دغه وخت (دی) ډېر ضعيف او ناجوړه ؤ . زړۀ ته تېره خبره خو دا ده چې پۀ خپله پۀ هندوستان او پۀ کانګرس مجلسو (حلقو) کښې هم د تحريک ازادۍ پۀ ډېرو متنازعه اړخونو باندې نوی غور او فکر پېل شوی دی. کانګرسى حلقو چې يو وخت کومې خبرې نۀ وئيلې او نۀ اورېدلې بللې (وه مسلمات سمجهتی تهی)، پۀ هغه باندې هم پۀ نوي انداز کښې سوچ شروع شوی دی او دا وئيل به غفلت نۀ وي چې د ازادۍ د خوځښت د يو رهنما پۀ حېثيت سره محمد علي جناح ته هم پۀ نوي انداز سره ليدل کتل پېل شوي دي چې د کوم اظهار د (بي جی پي) د لارښود لال کرشن اېډواني د تېر کال د پاکستان دوره وه. اوس اوس د هندوستان ديو پخواني وزيرخارجه چې اتفاقاً د انتها خوښه هندو تنظيم (بي جی پي) سره تړاو لري، هم پۀ محمد علي جناح د کتاب ليکلو اراده لري (اوس اوس دا کتاب هم د پاکستان مارکيټونو ته رارسېدلی دی – ژباړونکی). دغه رنګه د دغه پورتني عبارت د شنني لپاره د ډاکټر عائشه کتاب (The Sola Spokesman) هم بايد مطالعه شي: شاعر وائي.

    ډېر وئيل نۀ کا فائده، کۀ کمال غواړې

    کۀ منې واخله پۀ لاس قيصه کوتاه

    خېر دا خو يو اوږد او تاريخي بحث دی او پۀ يو تعزيتي کالم کښې د دې سره انصاف نۀ شي کېدی؛ لېکن د خان عبدالولي خان (مرحوم) د عملي قابليت څخه هم انکار نۀ شي کېدی. د دۀ د قران او حديث مطالعه هم ډېره زياته وه او پۀ موقع باندې د دۀ محترم پۀ خبرو کښې هم د دۀ د عملي انداز ډېر ښۀ څرک لګېدلی شو. زۀ وايم د خان عبدالولي خان پۀ علمي، سياسي او مذهبي شخصيت او هم د دۀ د ژوند پۀ بېلا بېلو اړخونو باندې د څېړنې زياته اړتيا شته او زما دا خيال دی چې د تاريخ څۀ ذهين او پۀ خبره پوهه زده کوونکي دې د دۀ پۀ تاريخي هڅو او سياسي کردار باندې پي اېچ ډي (ډاکټري فلسفي علم) مقالې وليکي. د دۀ پۀ تاريخي جدوجهد کښې دومره مواد شته چې د يو څخه زيات ځوانان ورباندې کارکولی شي. د خان عبدالولي خان د اصول پرستۍ او د سياسي پاکې او قربانۍ څخه انکار نۀ شي کېدی . دۀ پۀ خپل ټول ژوند کښې د قېد او بند خوارۍ وګاللې. څلور واره پۀ (دۀ) باندې مرګونې حملې وشولې خو قدرت (دی) ترې وساتلو. د خان عبدالولي خان د وفات څخه د برصغير د خپلواکۍ د هڅو او د پاکستان د سياست يو پۀ زړۀ پورې “ور” وتړل شو – يقيناً د دۀ پۀ زرخېزه ژوند او جدوجهد به پۀ راتلونکو مياشتو او کلونو کښې کافي کار وشي. کۀ څۀ هم دا خو يوه رسمي خبره ده لېکن دا يو حقيقت دی چې د خان عبدالولي خان څخه چې پۀ پاکستان کښې د سياسي ژوند کوم تشيال (خلاء) پېدا شوی، دغه به ډېر زر ډک نۀ شي. هېله کیږي چې د دۀ ځای ناستی (جانشين) او شاپونکي ( مداحان) او پېروکاران به د دۀ د هڅو او د اصول پرستۍ روايات ژوندی او برقراره وساتي او د پاکستان پۀ سياست کښې به د دۀ کردار د يو ترقي خوښ (ترقي پسند) روڼ اندي (روشن خيالي) ترجمان او ستر استازي پاتې وي. الله دې د دۀ تر بشري نېمګړتيا ورتېر شي . الله دې پۀ دۀ باندې ورحمېږي او الله دې ډېرو نورو خلقو تۀ د دۀ رنګه اصول پرستي، بې غرضي او بې نفسي پۀ رواياتو د عمل کولو توفيق راکړي. (امين)

    د محترم انور منصور يو شعر د خان عبدالولي خان پۀ حقله پۀ جنګ ورځپاڼه کښې چاپ شوی ؤ، تاسو ئې ولولئ.

    سياست ہے اس موت پرغم سے چور

    توصدمے سے جمہوريت ہے نڈهال

    ہميں رہبروں کى تھی جو طلب

    ولي خان بھی کرگئے انتقال

    ژباړه: سياست خو د دغه مرګ څخه پۀ غم اخته دی او د دغه حادثې يا واقعې څخه خو جمهوريت کمزوری شوی دی او مونږ ته خو د نورو لارښودونکو اړتيا وه خو افسوس چې هغه ولي خان چې ؤ، هغه هم راڅخه لاړو.

    اوس دغه کالم د ښاغلي رحمت شاه سائل پۀ دې شعرونو سره پاې ته رسوم چې خان بابا ته ئې ليکلي دي:

    څۀ داسې ؤ حالا تو دردولی ستا اواز

    مرګ راغی خو مرګ کله شو وژلی ستا اواز

    چې چا دی اورېدلی نو پۀ زړۀ دی لګېدلی

    تا نۀ دی ولي خانه اورېدلی ستا اواز

    ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

    * ارواښاد ارشاد احمد حقاني! اروا دې ښاده شه؛ د رهبر تحريک خان عبدالولي خان پۀ ژوند، سياست او فکر کتابونه ليکل کېږي. د هغۀ د فکر نوي انکشافات کېږي. ګل منير ادينزي ئې د سياست نه يو خوا، پۀ ادبي خدماتو د ډاکټرېټ سند تر سره کړو. هغه ورځ ولي باغ ته تۀ د خپلې خبرې د پاره تلے وې او د خپل مطالعه پاکستان پوهه او د شين صحافت غرور به درسره ؤ. نن د جنرل باجوه پۀ خولۀ کښې ژبه خپله ده خو خبره پرې د خان عبدالولي خان کوي. هغه بل حقاني ته هم چلام(!) ـــــ

     

  • د شپاړسم دسمبر 2014 د اٰرمي پبلک سکول سترې سانحې ته – نور احمد فطرت

     

     

    پۀ شپاړسم دسمبر کال دوه زره څوارلس کښې د پېښور پۀ عسکري ښونځي او لیسه یو خونړی برید تر سره شوی ؤ. پۀ دغه ظالمانه او مجرمانه یرغل کښې د سرکار د اندازې مطابق یو نیم سل (150) کوچنیان، د ښونځي عمله لکه محمد شفیق چې د دغه سکول کلک ؤ، طاهره قاضي چې د دغه تعلیمي ادارې مدیره وه ـــ دغه رنګ ثابت غني، یاسین خان، همایون، طاهر الله او ګل شېر سره داسې نور ځوانان چې د دغه ځای ښائسته ښائسته زده کوونکي وو، قتل کړی شوي وو. د دغه فرعوني حملې پۀ رنګ نور شلګونه بریدونه پۀ پښتنو شوي دي او پۀ زرګونو خلق پکښې وژل شوي دي خو بیا هم پۀ کلهم پښتنو باندې د دغه یرغل سره سره یرغلونه ونۀ درېدل. پۀ شلمه جنورۍ پۀ باچاخان پوهنتون حمله وشوه. د دغه حملې څخه وروستو د یو شمېر نورو حملو سره سره پۀ کوئټه کښې پۀ اتم اګست پۀ وکیلانو یرغل وشو. بیا د مردان پۀ وکیلانو حمله وشوه. دغسې کوئټه کښې پۀ پولیس سنټر کښې پۀ پولیسو ځانمرګی برید وشو. د پېښور پۀ زرعي پوهنتون برید وکړی شو. پاړه چینار اورکزئ او نورو سیمو سره دې دورانیه کښې کابل، کندهار، جلال اباد، چمن، پښین او نورو ځایونو باندې کېدونکو مسلسل حملو کښې د پښتنو افغانانو وینه یو شان بهېدلې ده او لا بهېږي.

    دغه لاندیني اشعار مې د پېښور د اٰرمي پبلک سکول پۀ تاثر کښې لیکلي دي. هیله لرم چې پۀ ‘پښتون’ کښې چاپ شي.

    د پېښور د عسکري سکول او کالج پۀ انګڼ
    د ترهګرو پۀ شمول ډېر انسانان قتل شول
    د ‘شفیق جان’ او ‘طاهرې’ سره سره تقریباً
    پۀ سوو ښکلي لکه ګل ګل ماشومان قتل شول

    ‘ثابت’، ‘یاسین’ او ‘همایون’ د هېرولو نۀ دي
    ‘طاهر الله’ لاړ، دغه ډول ‘ګل شېر’ شهید شو
    کۀ باطني د پښتنو دښمن د خاک خاورې شو
    ظاهري هم خلقو ته وشرمېدې ډېر شهید شو

    زړۀ راته لږ شي، اوښکې ښکته پۀ ګرېوان کښې توې کړم
    ‘حافظ’، ‘مبین’ او ‘ذو القرنېن’ چې یاد کړم، وژاړمه
    د دې هېواد سره به زما اړیکې پاتې شي څۀ
    د دې هېواد پۀ کارنامو به زۀ څۀ وویاړمه

    تا ته دعاوې کېدې، تۀ ئې ښاد اباد وې غوښتی
    ‘افتابه’ ستا وو مستقبل ته وه د ټولو طمع
    راسره نشته هغه ټکي، اږده هم ډېره ده
    بیا به څنګه ستا قصه کړمه ‘مبین اسلمه’!

    جدي ئې وګڼه څېړنه باندې وکړي ټوله
    معمولي نۀ ده وروڼو! غرۀ غوندې درنه پېښه ده
    خوب او خوراک پاتې کوي، نا ارامي زیاتوي
    لۀ غمه ډکه ده، خورا ډېره ترخه پېښه ده

    د ‘ورسک واټ’ د ښونځي ظلم تر ډېره پورې
    نۀ خو سکندر، نۀ چنګېز خان نۀ هلاکو کړی دی
    تاریخ کښې هم تر اوسه داسې پېښه شوې نۀ ده
    مذهب کښې هم دا کار اورپالي نۀ هندو کړی دی

    نۀ یهودي کولی داسې شي چې زۀ پوهېږم
    نۀ نصراني کړي دي دا، نۀ مسلمان تر اوسه
    کۀ نظر شا و خوا ته وکړم هم توې شوې نۀ دي
    د بې ګناهو وینې دا رنګ پر جهان تر اوسه

    سکهـ مت، زرتشت او شنټومت هم شول عاجزه ځنې
    تاومت، جین مت او بدهـ مت هم دا عمل کړی نۀ دی
    د نړۍ هېڅ ملت پۀ داسې نا معقوله توګه
    پر زده کوونکو باندې کله یرغل کړی نۀ دی

    د سارک، اسیان او د اوپېک تر وس ئې تېره بولم
    نۀ روس کولی شي پۀ خپله نۀ جاپان دا جرأت
    نۀ به ملګري ملتونه نۀ ناټو وکړي دا
    نۀ امریکا لري نۀ چین نۀ خو یونان دا قوت
    کړکېچن ډېر ویرژن حالات شو، تر زغم ووتله
    پۀ دا محیط کښې ګزاره و مونږ ته ګرانه شوله
    لکه اوبۀ بهېږي، داسې بې قیمته شوله
    اف خدایه! ویه د پښتون څومره ارزانه شوله
    څوک مې وهي د ترهګر پۀ نوم نسبت نابود شو
    چا د جهاد پۀ نوم جهاد پر پښتانۀ روا کړی
    چا د مېلمه پۀ نوم پۀ سرو اورکو لو لپټ کړو
    چا د کوربه پۀ نوم کردار د کوربانۀ ادا کړی
    ترهګري ئې وهي، ځکه پښتانۀ غریبان
    څۀ پۀ کابل څۀ پۀ کونړ پۀ کندهار کښې مړۀ شي
    یا خو ټکان یا خو چاودنې یا ځانمګري وشي
    پۀ سوو خلق پۀ یوه بلا بازار کښې مړۀ شي
    امکان ئې شته کۀ ګرد سره دا ناممکنه شوله
    چې لر او بر پۀ یوه خولۀ شي، پاتې شخړه حل کړي
    الله دې دا ټول پښتانۀ پر یو ټغر راټول کړي
    الله دې اور د پښتنو پر دښمنانو بل کړي
    جغرافیائي، سیاسي او څۀ اقتصادي ګڼمه
    دلته اوس هم کشالې ډېرې لا د واک پرتې دي
    لا دا جګړه د دجال و پایې ته رسوي نۀ ځکه
    لا د پښتون پۀ کور کښې ګټې د زبېښاک پرتې دي
    د جنګ جګړو څخه، د ډېره تشدده څخه
    د تعلیم کچه مې پر هېڅ وه درېدلې خدایه!
    هر څۀ ئې واخستل هر څۀ ئې رانه یوړل پۀ خوند
    دا پر مونږ څۀ بده بلا شوله نازله خدایه!
    الله دې داسې وخت پر مونږ باندې هېڅ نۀ راولي
    چې پښتانۀ ژوندي وي ټوله، مګر ننګ ختم شي
    اوس هم کولی پرمختګ شو، څۀ خبره نۀ ده
    اوس هم کۀ امن راشي، زر تر زره جنګ ختم شي
    چې لمر ښکاره شي پر جهان، تیارۀ به پاتې نۀ شي
    چې تعلیم راشي جهالت به هلته پایی ومومي
    سماج به بیا د ترقۍ ټول پړاوونه پېل کړي
    شعور به بیا هم پۀ ټولنه کښې خپل ځای ومومي

    د دغه نظم څخه څۀ معلومات:

    (1 محمد شفیق، د دغه سکول کلرک (2 طاهره قاضي: د دغه سکول مشره مدیره (3ثابت غني، یاسین، همایون، طاهر الله او ګل شېر د دغه ښونځي زده کوونکو څخه وو چې پۀ ډېره بې دردۍ سره شهیدان کړل شوي وو. (4 حافظ مبین شاه چې هم زده کوونکی ؤ هم حافظ القران ؤ، هم د ارواښاد ذوالقرنېن سره پۀ دغه ښونځي کښې شهید کړی شوی ؤ. (5 حذېفه افتاب او مبین اسلم هم پۀ دغه ښونځي کښې د ترهګر لۀ خوا پۀ بهېمانه توګه شهیدان کړل شوي وو. (6 ورسک واټ: دغه ښونځي پۀ پېښور ښار کښې پۀ ورسک روډ موقعیت لري (7 ګبر ته پۀ پښتو ژبه کښې اورپالي وائي.

    (8 سکهـ مت: ګرونانک د بنارس د یو صوفي څخه متاثره شو او دغه مذهبي تعلیم ئې رواج کړو.

    شنټومت: د دغه توري لغوي معنٰي ده د خدای طریقه. شنټومت د جاپان روایتي مذهب دی.

    تاومت: پۀ مکمله توګه د چینیانو مذهب دی.

    جېن مت: د خدای پاک د ذات او هستۍ نه مبني.

    بدهـ مت: د بدهـ مت بنیاد ګوتم بدهـ ايښی دی. بدهـ مت مذهب د خدای د ذات څخه منکره دی.

    سارک: د جنوبي اسیاء د علاقائي تعاون کونسل. پۀ دغه نوموړي تنظیم کښې اتۀ هېوادونه غړیتوب لري.

    اسیان: دغه تنظیم د سیمئیز تعاون لپاره انډونیزیا قائم کړی. تقریباً یوولس ملکونه دغه تنظیم کښې غړیتوب لري.

    (9 اوپېک: د تېل د برامد کوونکو تنظیم، دغه تنظیم کښې عراق، ایران، کوېت، سعودي عرب او وېنزوېلا قاعده کړی دی. تقریباً دیارلس ملکونه پۀ دغه تنظیم کښې غړیتوب لري.

    زبېښاک قوتونه: دا هغه قوتونه دي چې پر نورو هېوادونو یرغلونه کوي. دې ته پۀ نورو ژبو کښې استعمار قوتونه هم وائي.

    (10 د افغانستان زاړۀ اولسمشر برهان الدین رباني یوه الوتکه پۀ غېر قانوني توګه پۀ ایران وپلورله. (فطرت)

     

  • د تاريخي ښار چمن پۀ ادبي حوزه کښې د ذوالقرنين )باچا( د شاعرۍ ارزښت – نور احمد فطرت

     

    مونږ ليکوالانو يو وخت پۀ يوه ستره او درنه ادبي غونډه کښې د ځانګړي مېلمه پۀ حېث تحصيل ناظم ارواښاد جلال الدين خان اڅکزي رابللے ؤ. دغه د ادبي کتابونو د مخ کتنې پۀ وياړلې دستوره کښې جلال الدين خان ووئيل، نړۍ او نړېوالو ته لمړى شعور راغلى اوبيا پېسه ورته راغله خو مونږ د دغه سېمې هغه بدبخته وګړي يو چې لۀ يوې او بلې لارې ښۀ پرېمانه پېسه اواقتصاد راته راغلي لېکن شعور لا تر اوسه نۀ دے راته راغلے. دۀ زياته کړه چې ځکه نو زمونږ سره روپۍ يا پېسه خو شته خو د دغه اقتصاد )وټه( يا د دولت د خرڅېدو يا ګارېدو شعور لا تر اوسه را سره نشته.

    نو دغه پورتني عبارت ته پۀ کتلو سره به زۀ هم دا ووايم چې تاسو پۀ خپله غور وکړئ چې يو داسې ښار يا محيط چرې چې مال دولت خو ډېر وي لېکن شعور بياهم نيستي وي، پۀ دغسې وطن او چاپېريال کښې لمړى ذوالقرنين غوندې خواري کښ ځوان پېدا کېږي. دغه ځوان د خپلې پوهې سره سم د اولس پۀ ګټه معياري شعرونه کاږي، د درد او لۀ خونده ډکه غزل ليکي– ويرژن او لۀ احساسه برخمن نظمونه رامنځ ته کوي او داسې نور- يا ئې لۀ ځانه هغه څومره جوړوي چې انسان ئې انځور د شاعر پۀ دغه لاندينو شعرونوکښې لټولي شي لکه شاعر چې وائي :

    بلها خلق ښېرې کړي د دعا خلق يو څو دي

    هئ ! کوم دي تري تم دي مسيحا خلق يو څو دي

    ناړامو تخريب کارو ځکه ټوله کړه ګلګونه

    کرګر د سروګلونو د ښکلا خلق يو څو دي

    شاید چې ئې خلوص وي پۀ زړګي کښې زيرمه شوى

    مېدان چې وړي لۀ ښاره دبيديا خلق يو څو دي

    بل اړخ ته پۀ هم دغه سيمه او لۀ شعوره شا ته پاتې ښار کښې يو بل هم داسې تاند پر پښتو ژبه، پښتني ژواک (ثقافت) تاريخ او پښتونخوا وطن سره ورکوونکى سرښندونکى ځوان د محمد عيسٰي غريب پۀ نامه پېدا کېږي څوک چې راوړاندې کېږي او د ذوالقرانين څخه د هغۀ ناچاپه شعري اثر اخلي او بيا د هغۀ سره د دغه تولګې د چاپ کېدو ژمنه کوي څوک چې خپله ناچاپه اثر شا ته غورځوي او اوليت د باچا ناچاپه شعري مجموعې ته ورکوي. څومره چې پۀ دغه ځان ځانه ماحول کښې د ځاني ټولګې پۀ ځاے نه د يو پردي چا پۀ ټولګه اولس ته پۀ خواست خولۀ کږوي نو تاسو وواياست کۀ دغه پورتنى عمل يو ستر اعجاز نۀ وي نو بيا دا څۀ دي؟ دلته شاعر مونږ ته څومره ښه خبره کوي لکه چې وائي:

    دستار او د پېکار او هم د کار سړي معلوم دي

    برى وړي لۀ دښمنه څو د شمار سړي معلوم دي

    دا زمکه خو لا لرې ده اسمان نه هم سوال نۀ کړي

    بې ننګه زمانه کښې هم خود دار سړي معلوم دي

    چې خاورې پۀ منګول کړي ترې د زرو طمع کېږي

    دى ښارکۀ ناپرسانه خو د ښارسړي معلوم دى

    اوس راځم د ذوالقرنېن باچا د ښکلې جذبې او زړۀ وړونکي فني شاعرۍ خوا ته. د ټولو لويو فنکارانو د فن پۀ حقله يو تصور وي. يوه واضحه نظريه وي او پۀ فنکارانوکښې شاعر او دانشور خو ډېر پۀ صراحت سره خپله نظريه د لفظونو پۀ ذريعه څرګندوي. ښاغلى اشرف مفتون چې د فن پۀ حقله يو واضحه تصور لري، د فن د تعريف پۀ لړکښې د خپل کتاب “څړيکې“ پۀ سرېزه کښې د فن تر سرليک لاندې کاږي:

    “شاعرۍ پۀ ښائسته عنوانوکښې يو فن دے. د انساني تجربې اظهار ته فن وئيل کېږي. د فن لويه خوبي دا ده چې د انسان پۀ زړۀ کښې دمېنې جذبه پېدا کړي، د يو چا جمالي حسن بېدار کړي او د دۀ خيالي دنيا رنګينه کړي، د دۀ د ژوند رويه روښانه کړي، نۀ چې د ژوندون نه ئې کرکه پېدا کړي،. مستقبل ورته تور کړي او د زندګۍ د خوند او رنګ نه ئې محرومه وساتي.“

    خېرکۀ ښه شاعرۍ پۀ ښائسته فنونو کښې يو فن دے نو بيا پۀ دغه فن کښې پۀ دغه ستر هنر کښې غزل څۀ حېثيت لري؟ پېژند (تعريف) ئې څۀ دے ؟ او داسې نور نور.

    د ارواښاد حمزه بابا د غزل د عمومي مزاج پۀ حقله تقويم الحق کاکاخيل ليکي “د مینې هر تصور هرخيال هراړخ پۀ مئين چې څۀ تېريږي، حسن چې څۀ کوي او څۀ نۀ کوي، د دې ټولو صحيح تصوير او ريښتوني اواز ته غزل وائي د ځان سره مينه،د انسان سره مينه، د قام سره مينه د خيال سره مينه دغه ټولې مينې د يوې پوره غزل سکالووې وي او بس .

    د ځوان شاعر ښاغلي انورشاه ذوالقرنېن شاعري هم تقريباً ټوله کۀ څۀ هم موصوف پۀ غزل کښې هم ښه طبع ازمائي کړې ده لېکن بيا ئې هم د شاعرۍ هره برخه پرې نوې معاصره غزل اډاڼه لري. تقويم الحق کاکا خېل صاحب مخکښې ليکي د غزل سکالو(موضوع) پۀ ظاهره ډېره تنګه ښکاري خو پۀ اصل کښې دغه لنډه تنګه موضوع دانسان پۀ ټول ژوند خوره ده د ذوالقرنېن غزل هم پۀ خپله پراخه لمن کښې هرڅۀ راخلي. دۀ پۀ غزل کښې هرڅۀ سره رايوځاے کړي دي.

    باچا نۀ يواځې دا چې د جانان محبوب او نازولې ليلا مېنې لکه ناوې ژړولي دي لکه پۀ خپله ښېرازه او جاذبه شاعرۍ کښې د جهان غم هم ډېر زيات کړے دے اوس غواړم چې ستاسو سره د باچا د څو هغو شعرونو نمونې شريکې کړم چې پۀ کښې د جانان يا د ا هو چشمې ليلٰي يا پې مخي محبوب تذکره پۀ ډېره خونده وره او جالبه طريقه سره کړې ده- ذوالقرنېن يو ځاے وائي :

    څنګه لا نه ورپۀ يادېږمه کلونه تېر شول

    زما پۀ زړۀ د بېلتانۀ درانۀ غمونه تېر شول

    لکه يعقوب سترګې مې شوې پسې ړندې عالمه!

    پۀ ګران يوسف جانان مې څۀ ستړي وختونه تېر شول

    لکه يتيم دېوال ته کښېناستم بې وسه ومه

    چې ستا پۀ خوا د رقيبانو کاروانونه تېر شول

    هغه پۀ تا ګران ذوالقرنېن اوس د کوڅو ملنګ دے

    پۀ غريب ډېرې مجبورۍ او زحمتونه تېر شول

    هسې خو پۀ رېښتني مئين د جانان هرڅۀ ګران وي، د جانان څڼې، د جانان سپين سپين اننګي، د جانان تکې سرې اناري شونډې او پۀ مخ پېدا شوى نوے خط او داسې نور نور څۀ، لېکن د جانان تورې او بورې بادامي سترګې خو بيا هغه څۀ دي چې هرمئين شاعر پۀ خپله شاعرۍ کښې يادې کړي دي. دغه جمالياتي پانګه باچا هم څۀ پۀ داسې زرينو ټکو کښې ستائي لکه چې وائي:

    ما چې ليدلې دي ستا تورې سترګې

    خيال ته مې نۀ راځي اوس نورې سترګې

    د بېلتانۀ روژې ډېر ستړے کړمه

    اوس د وصال اذان ته ګوري سترګې

    يا دا چې

    شاعرنۀ ومه شاعر کړمه ستا سترګو

    لۀ جهانه مرور کړمه ستا سترګو

    ذوالقرنېن پۀ هر چا ګران ستاپۀ خاطر شوم

    زۀ خوکاڼے وم سرۀ زرکړمه ستا سترګو

    د ښاغلي ذوالقرنين پۀ زړۀ کښې شاعرۍ کښې د خپل خوږ محبوب د انتظار خبرې هم خورا زياتې دي يوځاے خپل جانان ته پۀ انتظار ناست دے او وائي

    لکه ستوري چې تمامه شپه سبا ته انتظار وي

    داسې زما هم يو بې لوظه بې وفا ته انتظار وي

    داسې خلق خو لا هم شته چې د ډېرې غريبۍ نه

    مرګ پۀ دعا خدايه غواړي بس هم دا ته انتظار

    ذوالقرنېن پۀ خپله شاعرۍ کښې يو ډېر لوے مئين انسان ښکاري

    روڼې روڼې اوښکې ترګرېوان لاسونه وکاږي

    هر ارمان مې ولې تر جانان لاسونه وکاږي

    کله چې خبر شي ذوالقرنېن مې يار دے نۀ راځي

    هېڅ ئې پۀ وس نۀ وي تر ګرېوان لاسونه وکاږي

    يا ئې پۀ غور دغه شعرونه هم ولولئ چې پۀ خپله هم پوهه شئ چې موصوف پۀ خپله پاکه مينه کښې څومره رېښتنے دے. يوځاے پۀ خپله شعري مجموعه کښې داسې ليکي :

    تږے يم اوبۀ مې کړه باران راباندې راوله

    وه خدايه! بې ياره يم جانان راباندې راوله

    خدايه! لمر شوه کړې چې د شپې ست راته وکړي يار

    نن مې دلې پاتې کړه ماښام راباندې راوله

    هره مور بې زويه شوه او هره خور بې وروره شوه

    ربه تۀ نور امن و امان راباندې راوله

    او بيا جانان ته بلکې پۀ زړۀ ناترسه لکه ډبره داسې سخت محبوب ته د شعر پۀ ژبه داسې نصيحت او سپارښتنه هم کوي :

    مۀ کوه جانانه ليونيان د خياله مۀ باسه

    زما غوندې مجبوره انسانان د خياله مۀ باسه

    ګوره ذوالقرنېن و تا ته خپله ځواني خاورې کړه

    تۀ ئې هم تڼۍ تڼۍ ګرېوان د خياله مۀ باسه

    يا دغه د سوزه لۀ نازه لۀ حقېقت لۀ خونده ډک اشعار ئې هم حافظو کښې کښېنوئ،

    ستړے يم هوسا شم چې تا ووينم

    ورک يمه پېدا شم چې تا ووينم

    زۀ ستا پۀ لېدو باندې سجده وکړم

    شېخ شمه ملا شم چې تا ووينم

    دا دې څۀ بلا کړې پۀ ما باندې؟

    ياره وارخطا شم چې تا ووينم

    ذوالقرنېن ليکي چې اے خوږه اشنا! دغه ستا مينه زما خزانه ده. د مينې پۀ حقله اشعار ئې هم ولولئ:

    زما د فکر خزانه ده دا ستا مينه

    هم خوږه ده هم ترخه ده دا ستامينه

    هرقدم پۀ بسم الله ورسره اخلم

    قدرمنه مېلمنه ده دا ستا مينه

    پۀ “ائيني“ کتاب کښې حنيف خليل پۀ مخ 29 باندې د غزل پۀ حقله ليکي ښۀ غزل ګو شاعر هغه دے چې دحسن نازک نه نازک انداز او د عشق نازک نه نازک احساس ئې د نظر نه پټ پاتې نۀ شي. د ذوالقرنېن پۀ غزلوکښې هم ځاے پۀ ځاے داسې اشعار شته چې هېڅ ئې د نظر څخه پټ نۀ دي پاتې شوي د بېلګې پۀ ډول

    ياره رېږدوي مې لکه پاڼه ستا ظالم هجران

    کېږي مې ساړۀ پۀ دولسمه جولايۍ باندې

    يا لکه دغه شعر :

    لکه طالب پۀ لمر لوېدو باندې درګاه ټکوي

    هغه د خپل حسن ځيره پۀ بدمعاشۍ ټولوي

    يا لکه داشعرونه هم :

    اے د نمرود د نظريې ملګرو!

    ستاسو د لاسه سرۀ انګار ته راځم

    تلاشي کېږمه تر سل ځايه ډېر

    چې لۀ کوږکه کندهار ته راځم

    پۀ پښتو نثر نومې کتاب کښې د غزل پۀ حقله محترم تقويم الحق کاکاخيل ليکي، د غزل پۀ حېثيت ډېرې پابندۍ دي – ټول مفهوم پۀ شعر کښې ادا کول غواړي. پۀ غزل کښې د رديف او قافيې پابنديانې هم شته. ډېر کم شاعران داسې دي چې سره د ټولو پابنديو خپل پوره احساس څرګندولے شي او داسې نور نور وګورئ چې د ذوالقرنېن پۀ غزل کښې څومره کاميابه شاعري ده:

    د چينار سيوري ته ناسته د جانان سندرې وائي

    نور ئې هېڅ نۀ راځي لاس ته د ارمان سندرې وائي

    د خپل ستړي بخت ته ژاړي چې پۀ لاس به کله راشي

    زولنۍ زلفې خورې کړي د زندان سندرې وائي

    د پخوا پۀ شانې نۀ راځي ملګرو ذوالقرنېن له

    اوس هغه خپله شاعره شوه د ځان سندرې وائي

    پۀ ښاغلي ذوالقرنين خپل هېواد هم ډېر ګران دے د وطن مينه د ايمان جز دے. هر چا ته خپل وطن ښکلے ښکاري ځکه خو چې موصوف مهاجر شوے دے نو دغه د وطن څخه د مهاجرکېدو ذکر بار بار کوي.

    يو وطن او بل وطن ته وړمه کډه

    بې لۀ جنګه مهاجرکړمه ستا سترګو

    مسافر يم مهاجر يم پۀ پردي وطن کښې اوسم

    اوس د خداے و درته کښېنه ستا پېزوان راباندې بوج دے

    يا لکه دا اشعار هم ولولئ :

    وينې پۀ وينو باندې وينځي ورورولي راولي

    خپله غلام دے خو پۀ نورو ازادي راولي

    دلته يو څو وګړي شته داسې تيارۀ خو نۀ ده

    پر دې وطن يو وارې بيا باچاخاني راولي

    مجبورۍ نه مو پنجاب کښې کډې واړولې

    ارمان ارمان چې د کابل خانه جنګي مې نۀ وے

    زړۀ مې کابل دے امن نۀ کښې راځي

    لکه مرمۍ ورباندې ووري سترګې

    او بيا يو حقيقت ښکاره کوي چې پردے وطن دے اوس به هره ستړې پۀ زړۀ تېروو- زۀ وايم چې ذوالقرنېن اوس هم پۀ پنجاب يا پۀ سندهـ کښې کډوال نۀ دے، لکه د دۀ کور دا وخت پۀ لويه تاريخي پښتونخوا کښې دے. زۀ وايم چې پښتونخوا او افغانستان د يوې ويني، يوې مينې، يو رنګ او يوغرور دوه ټاټوبي دي. باچا وائي :

    پردے وطن دے هره ستړې به پۀ زړۀ تېروو

    اوس مجبوري ده چې دا غم پۀ پټه خولۀ تېروو

    خداے خبر ستا پۀ تصور کښې به راځو اوکۀ نۀ

    مونږ لېوني دې تش تصوير ته ټوله شپه تېروو

    خېر ذوالقرنين چې کډوال دے نو يو ځاے د ځان څخه هم ډېره ګيله کوي او وائي چې “اجازه راکړه مونږ پۀ دغه لاره خپله جنازه تېره کړو”

    د کلي خانه مهاجر يو هديره نۀ لرو

    کۀ اجازه راکړې پۀ دې لار جنازه تېروو

    دغه د مهاجر يا کډوال شعر ئې يوځل بيا ولولئ چې خوند ورباندې واخلي:

    مسافر يم مهاجر يم پۀ پردي وطن کښې اوسم

    چرې زۀ او چرې مينه د داستان راباندې بوج دے

    محترم ذوالقرنېن د وطن د ياد څخه وروسته ګودر او بنګړيو ته هم ښۀ شعرونه کاږي:

    نمر لا ولاړ وي دوي روانې شي ګودر خالي کړي

    چې ذوالقرنېن شي ورښکاره پېغلې منګي ټولوي

    يا لکه دا شعرونه هم ولولئ :

    پۀ ځان مئين دے د پرهر پۀ ژبه څۀ پوهېږي

    دا ځنې لخق نو د دارپۀ ژبه څۀ پوهېږي

    اے د بنګړيو سوداګره دلته څۀ له راتلې؟

    بې وروره خوېندې د سينګار پۀ ژبه څۀ پوهېږي

    شاعرۍ کښې ئې ګودر او بنګړيو وروسته د شهيد تذکره هم کړې ده:

    يو قېدي يم بې رېباره د زندان پۀ غېږ کښې پروت يم

    يوشهيد يم بې کفنه ،د بيابان پۀ غېږ کښې پروت يم

    د شهيد هغه پېغله لور چې د دۀ د شهادت څخه وروسته پېغله شوې ده او وادۀ ته رابلل شوې ده، څومره پۀ ښۀ انداز يادوي :

    د شهيد آ پېغله لور ئې هم وادۀ لره راغوښتې

    ځي په ورا ژاړي د خپل ګران باباجان سندرې وائي

    د شاعر تذکره هم ډېر پۀ خوند او رنګ کوي لکه چې وائي:

    ستړے شاعر د ستړي ژوند ستړې ټپه وليکي

    د سپين کاغذ مخ کړي ور تور ستړې قېصه وليکي

    ستړے ئې بخت ستړ ے جانان ستړے رقيب شي پرې پېښ

    دښمن ئې هم ژاړي چې خپله خاطره وليکي

    د ذوالقرنېن پۀ شاعرۍ کښې څۀ فني نيمګړتياوې هم شته خو د هغۀ شعري توان او د شعري. موضوعاتو پرېوانه بهېر ته پۀ کتلو مونږ هيله کولې شو چې هغه به پۀ فکري او فني اړخ نوره هم خواري کوي او دغه نيمګړتياوې به لۀ منځه وړي.

    زۀ هغۀ ته پۀ دې شعري ټولګه خپريدو مبارکي وايم. دې مبارکۍ کښې محمد عيسٰي غريب او “ فخرافغان باچا خان پښتوادبى ټولنه“ د خصوصي مننې حق لري. محمدعيسٰي غريب د ښاغلي ذوالقرنېن د دې اثر د چاپ زيار باسلو نه وړاندې هم خپله يوه شعري ټولګه اود “شهيدخان“ خان جېلاني خان په حواله يو نثري کتاب هم چاپ کړے ؤ. زۀ ورته دعا کوم چې خداے نو توان هم ورکړي او د خپلې مورنۍ ژبې، ادب او قام نورخدمت هم وکړے شي.