Category: سميع الدين ارمان

  • د سړو سړيتوب/ د نرانو نرتوب (اخرۍ برخه) – پروفېسرسميع الدين ارمان

    یادګیرنه: د ښاغلي تنقیدنګار پروفېسر سمیع الدین ارمان دا مهمه فکري لیکنه د هغه مغالطو د مدلل تردید یوه هڅه ده چې د تهذیبونو او مذهبونو پهٔ نوم د ښځو د اخلاقي، مادي، روحاني او جسماني استحصال د پاره مکارو مزغو وړاندې کړې دي. دلته د دې لیکنې تلخیص وړاندې کړے شو. بشپړه لیکنه د ښاغلي پروفېسر پهٔ کتاب “تنقیدي تعبیرات” دوېمه برخه کښې لوستونکي کتلے شي ـــــ  پښتون

    د دنيا د ټولو نه قديم تمدن کښې د بابل اهميت او تاريخيت د نظرانداز کولو نۀ دے. د دې حاکمانو جنسي ملاپ له قانوني او د دې ښار مذهبي رهنماو ورته جواز بلکې د عبادت درجه ورکړې وه. د حمورابي قانون مطابق خور سره هم د نکاح اجازت ؤ. د مصر مقتدرې طبقې له به د اصلي نسل او شاهي وینې (Royal Blood) پۀ نوم خپلې مېندې خوېندې حلالې وې. بابل کښې به د جنسي ملاپ د عبادت لپاره ماهانه او سالانه تهوارونه کېدل. د بابل تمامي عقائد او تاريخ د جنسيت نه ډک دے.

    بائبل کښې پۀ ادم، نوح او ابراهيم علېهم السلام کنايتاً د جنسيت الزامونه ثبت دي او د لوط علېه السلام پۀ باره کښې صراحتاً بيان دے چې “هغه خپلو لوڼو سره څملاستلے ؤ. دې بهتانِ عظيم نه علاوه دلته دا هم د نوټ کولو خبره ده چې د ګناه اقدام د ښځې ذات لۀ خوا ښودلے شوے دے. هم دغه رنګ د ادم او حوا قيصه کښې هم د ګناه اقدام پۀ بائبل کښې د “ښځې” پۀ غاړه کړے شوے دے.

    دې نه علاوه “روبن” د يعقوب علېه السلام زوے دے او بائبل کښې پۀ هغۀ د خپلې مور د يعقوب علېه السلام منکوحې سره د زنا بهتانِ عظيم ثبت دے. د داود علېه السلام باره کښې بائبل کښې ليکلے شوي دي چې د شاهي محل پۀ چت ګرځېدو چې يوه ډېره حسينه ښځه ئې وليده، هغې لامبل. دے پرې مئين شو، معلومات ئې وکړل. داود ته ووئيلے شو چې دا د “العام” لور او د “حتي اورياه” ښځه ده. د دې نوم “بت سبع” دے. خېر، داود دا راوغوښته او همبستري ئې ورسره وک‍ړه او بيا ورستو پۀ يو جنګ کښې د منصوبې تحت ئې د دغه ښځې خاوند هلاک کړو او دا ئې خپله ښځه کړه! )سموئيل 1:11 نه تر (26

    دې نه پس بائبل د داود د يوې لور او زوي قيصه ليکلې ده. د داود د زوي “ابي سلوم” يوه ښکلې خور وه چې نامه ئې “تمر” وه. پۀ دې د داود يو بل زوے “امنون” عاشق ؤ. امنون د خپل ترۀ “سمع” زوي “يوندب” چې ډېر جوخت ملګرے ئې ؤ، سره دا خبره شريکه کړه چې څنګه ورسره وصال وکړي؟ هغه ډېر چالاک ؤ. ورته ئې چال وښودو چې ځان بيمار کړه او پلار ته ووايه چې تيماردارۍ ته راته دغه خور “تمر” راکړه. امنون هم دغسې وکړل او چال کامياب شو. پۀ جبر ئې ورسره صحبت وکړو او بيا ظلم دا چې د کوره ئې هم پۀ زلالت وويستله او د دې نه غټ ظلم چې “تمر” کله نوحه او فرياد کښې جامې شلولې او سر ئې شوکولو نو خپل ورور “ابي سلوم” ورته ووئيل چې غم مۀ کوه، تا سره چا پردي نۀ خو خپل ورور دا کار کړے دے.

    )سموئيل 1:13 نه تر (22

    د سلېمان علېه السلام باره کښې ليکلي دي چې د هغۀ اووۀ سوه ښځې وې او درې سوه ئې حرم کښې ساتلې وې.

    داسې پۀ سوونو مثالونه نور هم دي، خو د سړو د سړيتوب دې قيصه کښې د زبور “غزل الغزلات” دلته پېش کوم چې د جنسي عفريت او جنسي درندګۍ لپاره څومره څرګند دے!!!

    اے اميرزادی! تيرے پاؤں جوتيوں ميں کيسے خوبصورت ہيں!

    تيری رانوں کی گولائی ان زيوروں کی مانند ہے

    جن کو کسی استاد کاريگر نے بنايا ہو

    تيری ناف گول پيالہ ہے

    جس ميں ملائی ہوئی مے کی کمی نہيں

    تيری دونوں چهاتياں دو آہو بچے ہيں

    جو توام پيدا ہوے ہوں

    تيری گردن ہاتهی دانت کا برج ہے

    يہ تيری قامت کهجور کی مانند ہے

    اور تيری چهاتياں انگور کے گچهے ہيں

    ميں نے کہا ميں اس کهجور پر چهڑوں گا

    اور اس کی شاخوں کو پکڑوں گا

    اور تيرا منہ بہترين شراب کی مانند ہو!

    )غزل الغزلات  (9,8,7,4,3,2,1:7 او دغسې نور.

    ]د[

    پۀ بره کرښو کښې د تاريخ د پاڼو نه د نړۍ پۀ مخ ابادو متمدن تهذيبونو کښې د سړو د سړيتوب پۀ حق له غټې غټې خبرې راټولې شوې. دې زرګونو کلونو کښې به پۀ انفرادي طور څۀ سړو د ښځو برحق حېثيت تسليم کړے هم وي او د دې د پاره به ئې ممکنه ده چې څۀ لاس پښې هم وهلي وي، خو د هغې مقدار به پۀ اوړو کښ د مالګې برابر هم نۀ ؤ، نو ځکه ئې نمائندګي د نيشت برابر ده. دې سره سره ښځې هم بعضې خلق د دې صورتحال پۀ خپله ذمه وارې ګڼي. خو کله چې پۀ مجموعي طور د سماج د مذهبي، معاشرتي، معاشي او قانوني اړخونو نه داسې زور زياتې او جبر وي، نو دا تعامل د يوې طبقې )زنانه( لپاره يو پوره سافټ وئير جوړ کړي او د هغې نه د راوتلو لپاره اکادُکا حرکت څۀ چې مجموعي ردعمل هم د يو منظم تحريک او د يو فکري پراختيا پۀ مودو مودو شواخون غواړي. کۀ د دې چرته لږ څۀ اثار به راپېدا کېدل نو د سړو سړيتوب به د وېخه بېخه ورک کول.

    د دې مثال زۀ د ماضي قريب نه ورکوم.

    مشهوره امريکنۍ فيمنسټ بيټي فرائډن 2004-1921)ز( د ښځو د اسقاطِ حمل پۀ باره کښې پۀ شکاګو قومي کانفرنس 1969ز کښې د خپل تقرير پۀ وخت د يوې حقيقي واقعې ذکر داسې کوي چې پۀ نيويارک کښې د مقنِنه کنونشن ؤ، زۀ هم پکښې مدعو وم. دې کنوشن کښې د طب، قانون سياست او سماج د علومو ماهرين او د نومياله ادارو نمائندګان شامل وو او د اسقاط حمل پۀ قانون بحث پېل ؤ. چې کله زما د خبرو وار راغلو نو ما دا ووئيل چې ښځو ته دې تمام بنيادي حقوق پۀ قانوني توګه ورکړے شي او دې ضمن کښې د مور جوړېدو د فيصلې اختيار دې ښځې ته ورکړے شي. ښکاره جاره دا يو داسې حق دے چې رياست او حکومت ته پکښې د دخل اندازۍ هېڅ څۀ توک نۀ جوړېږي.

    دا وائي چې کله ما خپل تمهيد مخ پۀ وړاندې بوتلو نو پۀ حال کښې موجودو ټولو خلقو ما ته داسې پۀ وحشي نظر کتل لکه چې زما دماغ خراب شوي وي، يا ما څۀ سپکه سپوره بې دليله خبره کړې وي.

    د دې ريښتوني مثل نه زۀ صرف دا ثابتول غواړم چې د نولس سوه او يوکم اويايم کال کښې د امريکې غوندې لبرل او سيکولر معاشره کښې د سړو د سړيتوب دا حال وو نو د دې نه لسګونه او بيا شلګونه او بيا سلګونه او زرګونه کاله وړاندې به د سړو د سړيتوب څۀ حال ؤ، د دې اندازه پۀ ټکو کښې ډېره ګرانه ده!!!

    باربرابوډيچن 1891-1827)ز( د نولسمې پېړۍ مشهوره فيمنسټ، ارټست او ايجوکېشنسټ ده. د دې تعلق د برطانيې سره ؤ. د دې مطابق پۀ انګلستان کښې تر نولسمې پېړۍ د ښځې پۀ ګټې وټې خاوند ته د ملکيت قانوني حق حاصل ؤ.

    سيما دي بوار 1984-1907)ز( د فرانس مشهوره فيمنسټ، سوشل سائنټست او پوليټيکل اکټیوسټ وه. د فېمینزم پۀ حقله ئې تحريري، نظرياتي او عملي ورکړې د بلها وقعت او بېش بها قيمت قابلې دي.

    دې ليکلي دي چې پۀ فرانس کښې د نولسمې پېړۍ تر اخیرۍ لسيزې د يو نوعيت کار لپاره د ښځې اجرت د سړي پۀ نيمه ؤ. پۀ امريکه کښې د شلمې پېړۍ تر دوېمې لسيزې 1918)ز( د ښځو تنخوا د سړو پۀ نيمه وه. هم دې ورځو کښې پۀ جرمني کښې ښځو ته به د سړو د تنخوا پۀ روپۍ کښې څلورمه حصه ملاوېده. د کال نولس سوه او دوه څلوېښتم 1942)ز( پورې پۀ فرانس کښې د قانون مطابق پۀ ښځه د سړي هر قسمه اطاعت فرض ؤ.

    د ووټ ورکولو حق ښځې ته د سړو سړيتوب پۀ امريکه کښې اوس اوس پۀ کال نولس سوه او شل 1920)ز( کښې، پۀ انګلستان کښې پۀ کال نولس سوه او اتۀ ويشتم 1928)ز( کښې، پۀ فرانس کښې پۀ کال نولس سوه او پينځه څلوېښتم 1944)ز( کښې ورکړے دے. دې لړ کښې تر ټولو اولنے ملک د نيوزي لېنډ دے چې هغوي ښځو ته د ووټ حق پۀ کال اتلس سوه او درې نوي 1893)ز( کښې ورکړے ؤ.

    د پښتنو علمي، سماجي، سياسي او نظرياتي پرمختګ کښې چې څومره حصه د باچا خان بابا ده، د دې نه زيات د هغۀ د ژوند او انسانيت تصور دومره پراخه، مبني بر عدل او دوراندېش ؤ چې زۀ نن هم د هغۀ دې يوې خبرې ته پام کوم چې “د يو تهذيب و تمدن د معيار اندازه د هغې د خلقو د ښځو سره د تعامل او رويو نه کيږي”، نو وايم داسې پېمانه ئې رامخې ته کړې ده چې پۀ اجتماعي ژوند کښې د انسان او انسانيت د تکميل کوټلې او سپېځلې بله پېمانه به ترې پېدا نۀ شي.

    د خوند خبره دا ده چې د باچا خان دا خبره پۀ جديد سائنسي تحقيق باندې دوه محقيقينو پۀ ډېر غېرمعمولي انداز ثابته کړے ده. د تفصیلاتو د وجې عېن ممکن ده چې چا ته دغه تحقیقات پۀ ثانوي طور ورسره منسلک ښکاره شي، خو حقیقت دا دے چې کۀ د باچا خان بابا د “تصور النساء” او “حقوق نسوان” پۀ حقله مجموعي افکار پۀ نظر کښې ونیولے شي نو بیا داسې ښکاري چې دغه تحقیقات د بابا د خبرې تاریخي او سائنسي تفصیل دے. پۀ دې کښی یو “ډاکټر جوزف ډینئیل اېنون” دے چې پۀ اکسفورډ پوهنتون او کېمبرج پوهنتن کښې اتهنالوجسټ او انتهروپالوجسټ ؤ. د دۀ معروف کتاب “سیکس اېنډ کلچر” پۀ خپل ډسپلن کښې د استناد پۀ اعليٰ درجه دے. دوېمه محققه معروفه امریکنۍ فولکلورسټ او انتهروپالوجسټ “رت بېنیډکټ” ده. دې پۀ کال نولس سوه او دیریشتم 1923)ز( کښې د کولمبیا پوهنتون نه انتهروپالوجي کښې پي اېچ ډي کړې ده. “فرانز بوس” چې د امېرېکن انتهروپالوجي بابا یادېږي، د دې استاد او مُربي ؤ. دا پۀ انساني تشخص کښې د اٰرټ، لسانیاتو او کلچر پۀ رشتو یو خپل مستند نظر لري. پۀ دې لړ کښې د دې کتاب “پېټرنز اٰف کلچر” د یاد وړ دے. د دې دواړو حاصلِ تحقیق یو بل ته ډېر جوخت او ورته دے. ډاکټر جوزف ډینئيل اېنون د اتیا (80) قدیم قبیلو او د څۀ جدید مهذب قامونو پۀ باریک بینۍ سره مطالعه کړې ده او څۀ نتائجو ته رسېدلے دے. کۀ د دې دواړو د تحقیقاتو خلاصه مونږ وړاندې کوو نو داسې وئیلے شو چې د هغې مطابق د یو قام د تهذیب و تمدن د معیار انحصار پۀ دوه څیزونو دے، یو نظامِ تعامل او بل د ضبطِ جنسیت اخلاقي او معاشرتي تحدید ـــ

    ډاکټر جوزف اېنون لیکي چې یو ټولګے کۀ د دنیا پۀ هر ګوټ کښې اوسېږي، خو د دوي د تمدن انحصار پۀ دې رویه وي چې دوي د جنسي تعلقاتو لپاره څومره مؤثر ضوابط جوړ کړي دي. ډاکتړ جوزف اېنون چې د یو تمدن د ماضي، حال او مستقبل د تاریخیت نه د هغوي مقام او مرتبه پۀ ګوته

    کوي نو داسې ښکاري لکه دے “سپېځلې اسلامي معاشره” یوه اعليٰ معاشره ګرځوي. دے لیکي چې کومې قبیلې پۀ پېغلتوب او زلمیتوب کښې د جنسي ملاپ ازادیانې ورکړې وې هغه د تمدن تر ټولو غورځېدلې ټولنه وه. کومې قبیلې چې د قبل از نکاح پۀ جنسي تعلقاتو څۀ نه څۀ پابندیانې لګولې وې، هغه د تمدن پۀ اوسط درجه قائم وو او کومې قبیلې چې د وادۀ نه وړاندې جنسي تعلقات یو معاشرتي جرم ګرځولے ؤ، هغه د تمدن پۀ اعليٰ پایه قائمې ټولنې وې.

    هُنَّ لِبَاسٌ لَّڪُمْ وَ اَنْتُمْ لِبَاسٌ لَّهُنَّط ]البقرة: [187

    وَالْحٰفِظِیْنَ فُرُوْجَهُمْ وَالْحٰفِظٰتِ ]الاحزاب: [35

    یو سړے دا نیوکه هم کولې شي چې باچا خان بابا به دغه نظر د مذکوره مفکرینو نه اخستے وي. نو زۀ دا وایم چې داسې نۀ ده؛ باچا خان دا نظر د سپېځلي اسلام د ابدي تعلیماتو د جوهر نه اخستے ؤ، او بل کۀ واقعي داسې هم وي چې د دغه یادو مفکرینو نه ئې اخذ کړے ؤ نو دا هم د باچا خان پۀ رسا وسعت او ژورتیا دال دے.

    ]ه[

    د يونان، روم، بابل، مصر، هندوستان او يورپ پۀ معاشرو کښې د سړو پۀ سړيتوب د څۀ نه څۀ اجمال نه پس د قديم امريکني تاريخ نه يو څو کرښې را اخلو. د پورته يادو متمدن تهذيبونو پۀ مقابل کښې د امريکې تاريخ ډېر لږ او اوسنے دے (اګر کۀ د دريافت نه اول پکښې د زرګونو کاله انساني ارتقاء تصور هم شتون لري). د امريکني تاريخيت پۀ شا د زرګونو کاله تهذيبي تنوع او طويل زماني انسلاکاتو پيچيدګي نۀ ده تړلې نو پۀ دې وجه د انتروپالوجي، ارضيات او عمرانياتو ماهرين پکښې د تهذيبي مدوجزر پۀ زماني او مکاني جهاتو د نتائجو اخذ کولو کښې د لږې اسانتيا پۀ وجه ډېره دلچسپي اخلي. د رِډ انډين پۀ نوم يادو خلقو کښې بلها ډېرې قبيلې وې. د دوي ژبې هم خپلې وې، يعنې انګرېزي ئې مورنۍ ژبه نۀ وه. پۀ دې قبيلو کښې “اپاجي، اوهامه، بنتو، چائنو، پويبلو، زوني، پومان، ډوبو او ونکورَر وغېره” شاملې دي. دلته د دوي پۀ تاريخ او تهذيب بحث برمحل نۀ دے، محض د دې ملک چې دا وخت پۀ دنيا حکومت کوي، د قديم خلقو د زنانه ذات سره څۀ رويه او څنګه تعامل ؤ، پۀ باب له څو خبرې ليکم.

    د جنسياتي افراط و تفريط پۀ تاريخ کښې د قديم امريکې د قبائیلو کردار نسبتاً معتدل دے. دې لړ کښې پۀ قديم قبيلو کښې د “زوني” مثال ډېر واضحه دے. دا قبيله مکمل طور مذهبي خلق وو. جادوګر پکښې ډېر وو او د عوامو واګې هم د دوي پۀ لاسو کښې وې. دوي به نوي عقائد هم وضع کول او د زړو عقائدو توضيحات به ئې هم وړاندې کول. عجيبه خبره ده چې پۀ دې قبيله کښې جنسي ازادې نۀ وه خو دا د څۀ جبر پۀ وجه داسې نۀ وه. نورو اکثره قبيلو کښې د سړي لپاره د وادۀ نه پس د زنا پۀ ارتکاب نۀ او د ښځې لپاره سزا مقرر ده چې پوزه ترې پرېکوي. د زوني قبيلې پۀ شان د “پومان” قبيلې عقيده هم دا ده چې د زمکې او اسمان د مباشرت نه ژوند زېږدلے دے. دوي د تجرد ژوند ته پۀ بده سترګه ګوري او هغه جينکۍ چې د وادۀ نه انکار کوي، ته هم ډېر سپک ګوري. عجيبه خبره دا ده چې د زمکې اسمان د مباشرت عقيدې چې پۀ هندوستان او يونان کښې کوم جنسي اثرات پېدا کړي وو، هغه دلته بيخي نۀ وو، بلکې روا مباشرت به هم اکثر قبيلو کښې پۀ پټه کېدلو.

    ياده دې وي چې د “رومن لاء” مطابق د وادۀ صورت کښې به مهر د ښځې د طرف نه سړي ته ادا کېدو. د دې يو قبيح صورت اوس هم پۀ بلها معاشرو کښې د رواج پۀ شکل کښې موجود دے او د ټولو نه مضبوط دليل دا دے چې د دې پورته تمامي ملکيتي حقوقو باوجود اسلامي نظام حيات کښې د ښځې تمامي اخراجات د سړي پۀ غاړه دي. د ښځې خاوند يا “ولي” (پلار، ورور، ماما، ترهٔ) او کۀ هېڅ څوک ولي ئې نۀ وي نو بيا ئې اخراجات د رياست/قبيلې/خاندان پۀ ذمه دي. اوس نو دې صورت کښې چې د ښځې تمامي معاشي ذمه د سړي پۀ غاړه ده، کۀ هغه ئې نۀ پوره کوي نو ګناهګار دے.

    بله نيوکه د ګواهۍ ده چې د ښځې ګواهي د سړي د نيمې ګواهۍ برابر ده. د ګواهۍ حقيقت ذمه واري اخستل دي، يو فريق جوړېدل دي. نو ذمه اخستو کښې سړي ته پوره برخه ورکړې شوې ده او د ښځې ذمه واري تقسيم کړې شوې ده چې بوجهـ ئې کم وي. د دوه ښځو ګواهي د يو سړي برابر صرف پۀ هغه صورت کښې وي چې د ګواه جوړولو لپاره متعدد ښځې موجودې وي. کۀ چرې پۀ يوه موقع صرف يوه ښځه موجود وي نو د هغې ګواهي به کُلي ګڼلې کېږي. د نيمې ګواهۍ تصور خودساخته دے. دا د يو مخصوص او مشروط صورتحال کليه ده او د دې پۀ شان د حسب نسب بعضې صورتونه، حېض ونفاس او استحاضې پۀ معاملاتو کښې د سړي ګواهي د نيمې ګواهۍ هم برابر نۀ ده، د سره قابل قبول نۀ ده ــ اوس نو دې تفصيل کښې د دې نيوکې حېثيت پۀ خپله پۀ ډاګه کېږي. 

    يو بل اعتراض پۀ سامي او هغه غېر سامي مذاهبو چې د “طهر” او “حېض” احکامات پکښې جدا جدا دي، دا دے چې حالتِ حېض کښې د عباداتو نه منع د ښځې استحصال دے. د دې جواب دا دے چې پۀ اسلام کښې د حالتِ حېض لپاره جدا احکامات د ښځې لپاره رخصت او چهټي ده. چونکې دې صورت کښې دا د يو داسې حالت نه تېرېږي چې هغه د عمومي ډګر نه بدل وي.

    د پردې باره کښې نيوکه کېږي چې دا د ترقۍ لار کښې رکاوټ دے. دلته هم د افراط و تفريط نه کار اخستے شوے دے او دا معامله اکثر د تهذيبي اقدارو او د هغې د ارزښت سره تړلے فطرت او عمل ردعمل لۀ وجې خلط ملط شوې ده. ښځې لپاره د خپل تحفظ پۀ لړ کښې د درې صورتونو نه د يو اختيارولو حکم دے. اولنے صورت چې اعليٰ دے، داسې دے چې د زنانه ټول جسم اواز سمېت پۀ هېڅ صورت کښې نامحرم ته ښکاره نۀ شي. دوېم صورت دا دے چې کۀ محض د اواز د ظاهرولو ضرورت وي، نو پۀ درشته لهجه کښې دې ظاهر کړے شي چې سړي ته څۀ خوش فهمي ونۀ لګي، او درېم صورت داسې دے چې نور ټول جسم علاوه د مخ، لاسونو او د پښو هغه حصه چې پېزار پرې پۀ پښو کولے شي، داسې لباس کښې پټ وي چې د جسم ابهار او د اعضاو نمائش پکښې نۀ وي، سره دې تعامل وکړي. اوس دې کښې چې زنانه ته کوم يو قابل قبول وي، ځان لپاره ئې ډېر موثر ګڼي، نو هغه دې اختيار کړي.

    د تعليم پۀ حقله دا خبره کول چې اسلام کښې د جينکو تعليم و تربيت باندې څۀ پابندي ده، بالکل اوسنے خود ساخته فکر دے. د کوم دين پوره څلورمه برخه چې د ښځې (حضرت عائشه صديقة رضي الله عنها) پۀ وجود قائمه وي او د کوم دين علمبردار چې دا وائي چې د علم حصول پۀ مسلمان فرض دے او چا چې د خپلو درې لوڼو تربيت پۀ اعليٰ توګه وکړو نو هغه به زما پۀ جنت کښې ګاونډي وي، اخر څنګه د ښځو د تعليم ضرورت نه منکر کېدے شي؟

    [و]

    دا هم وئیلے شي چې د وينزو بچي شهزادګان نۀ جوړېږي ـــ دا خبره د تاريخيت خلاف ده.

    د عباسيانو د دور دوه خلفاو نه علاوه تمامي شهزادګان د وينزو بچي وو. وړاندې خبرو کښې حواله تېره شوې ده چې د هارون الرشيد مور هم وينزه وه او داسې نور بلها مثالونه دي. د يونان بلها رنډۍ د يونان د فلاسفه استاذانې وې، نو دې نه معلومېږي چې خبره د ذات او طبقې پورې تړلې نۀ بلکې د تعامل پورې تړلې ده. 

    بيټي فريډين د کال نولس سوه او دوه اويايم (1972ز) خواوشا د فيمنزم تحريک ته د نقصان رسولو پۀ لړ کښې د يو څو اسبابو ذکر کړے ؤ. پۀ دې کښې هغې “جنسي سياست، همجنس پرستي، ليزبینزم او سدوميت، مرد مخالفت او د مور جوړېدو نه انکار” شامل وو. هم دا عناصر دي چې د فيمنزم تحريک او نظر ئې پۀ سياسي نکته نظر مفلوج کړے دے. دا هغه رسا تشخيص ؤ چې د دې پۀ بنياد د دې تحريک علمبردارو له منصوبه بندي پکار وه خو هغوي د مابعد جدیدیت لۀ مخه ټولنه پۀ درې جنسه کښې وویشله.

     اسانه خبره دا ده چې هو! دغه د درېم جنس تمامي وګړي انسانان دي، خو لکه څنګه چې پۀ سړو او ښځو کښې معذور وي نو هغوي لپاره يو ډېر قابلِ قبول تصور د “سپېشل پرسن” ؤ او دے، نو دا رنګ دا درېم جنس هم د انسانانو دې سپېشل کاټيګري کښې ډيل کول پکار وو، پۀ ځاے د دې چې دوي ته مو درېم، څلورم او پينځم جنس پۀ نوم نور نور وېش وکړو. پۀ هر انسان کښې د ښځينه صفاتو او نارينه صفاتو شتون د افلاطون د دې تصور نه ډېر پخوانے دے چې ابتداء کښې ښځه او سړے پۀ يو جسد کښې وو ــ څلور لاسونه، څلور پښې او څلور سترګې ئې لرلې. بيا د سزا پۀ تور د يو بل نه جدا شول او تر اخره به د يو بل پۀ تکميل پسې بې قراره وي.

    زما خيال دا دے چې د ژونګ پورې رارسيدلے دا تصور د مابعد جديدت د اثراتو نه تر څۀ حده جدا دے او د انساني اکايۍ پۀ تشکيل کښې خپل رول لوبوي، خو وړاندې دې تصور د “قوئير تهيوري” شکل واخستو او دا د جنس پۀ ردتشکيل، اختلاف، کثرت او افتراق ولاړه ده. دا ټول “سکيم اٰف انډرسټېنډنګ” طرز تفهيم د مابعد جديدت ړوند تقليد دے. پۀ معذور کښې چې څنګه د معذورتيا پۀ وجه د هغۀ د جنس بدلون غېرمنطقي دے، نو دغه شان د درېم جنس تمامي افتراقات اصلاً د ” القليل کالمعدوم” پۀ شان دي. مابعد جديديت خامخا پۀ ډېر زورور انداز دغه قليل مونږه ته او دنيا ته کثير او اصل ګڼلو باندې مصر دے. 

    د همجنس پرستۍ پۀ حق له هم خپله مفروضه پۀ دې سائنسي تصور مخ پۀ وړاندې بوځي چې د پېدائش نه اګاهو د “جنين” پۀ ساخت کي د “انډروجن” د کموت پۀ وجه پۀ ماشوم کښې د همجنس پرستۍ رجحان پېدا کېږي، خو حقيقت دا دے چې د همجنس پرستۍ رجحان د انسان لرغونې بيماري ده چې د کثرتِ ملاپ پۀ نتيجه کښې د نوي خوند د حصول فطرت (کُلُّ جَدِيدٌ لَذِيذٌ) انسان ته وربخښلې ده. دا د عقل وشعور هغه خود سره او سرکشه اقدام دے چې انساني ساده فطرت د پېچيدګۍ پله بوتلو کښې ورته سکون ملاوېږي.

    د يونان فلسفيانو د دې پۀ ترويج کښې ځان ککړ کړے دے. دې عمل پورې ئې بلها مفروضې تړلې دي او دې عمل ته ئې د شاهانو عمل او بيا د عبادت درجه ورکړې وه. يونانيانو د خپلو خدايانو باره کښې هم دا تصور لرلو چې همجنس پرست وو.

    د يونان نه پس دې مرض کښې مبتلا خلقو کښې ايران شامل دے. ايراني شاعرۍ کښې پۀ بې توله د دې ذکر موجود دے. رومي دې لړ کښې د رياکار صوفياو ګنده مخ هم خلقو ته څرګند کړے دے. “مغ بچه، ترسا بچه، ترک بچه، عطار بچه” او داسې نور بلها ترکيبات پۀ فارسي ادب کښې ډېر عام دي ـ ايراني سلطنت او د هغوي اثرات پۀ مسلمانانو او مغلو هم ډېر ښکاره دي.

    د دې مرض اثار د اردو ژبې پۀ بلها شاعرانو کښې هم څرګند دي او پښتو شاعرۍ کښې د دې ذکر صراحتاً څرګند نۀ دے او د هغې وجه زمونږ پښتونولي ده. هں کۀ پۀ نفسياتي طور او جديد متني تنقيد نه ئې څوک د دې مرض اثار بالواسطه رامخې ته کوي، نو د “نرګسيت” چې ماهرينِ نفسيات او جنسيات ئې د همجنس پرستۍ غټ لامل ګڼي، پۀ ذريعه ئې نشاندهي ډېره ممکن ده. 

    [ز]

    دلته يوه بله ډېره ضروري خبره کول غواړم چې پۀ انسانانو کښې د نر او مادې د فيصلې ټول ذمه وار سړے دے. د ښځې د کروموسومز بدلې جوړه کښې يو شان عناصر (ايکس ايکس) دي. دا خو د سړي پۀ جوړه کښې بدلون (ايکس وائي) دے. بعضې سړو صرف نارينه اولاد او د بعضې سړو صرف زنانه اولاد لپاره ذمه واره ښځه نۀ بلکې سړے دے. زمونږ پښتنه ټولنه کښې اوس هم د نارينه اولاد د نۀ پېدا کېدو ذمه واره ښځه ګڼلې کېږي. سائنسدانان د دغه کروموسومز د اخري جوړو د عناصرو پۀ ملاپ کښې د انسان د طبعې (خوښې) پۀ سر کولو کښې هم تر ډېره حده کامياب شوے دے. مصنوعي طريقه توليد کښې مور پلار پۀ خپله خوښه د ماشوم د جنس فېصله کولې شي.

    اوس نو د سړو سړيتوب ته وګورئ چې د دوه ويشت نيمو کروموسومز پۀ يوشان والي اکتفا نۀ کوي او د محض نيم کروموسومز د تبديلۍ پۀ وجه ښځه د ځان نه جدا او اکثر کم تره ګرځوي او هم دې رویې ته نن مابعد جديديت فلسفيانه او سائنسي بنيادونه ورکوي چې اصل څيز دغه دوه ويشت نيم يوشان والے يعني(%99.95) نهٔ، بلکې دغه نيم بدلون او افتراق دے. اوس نو د جنس د فيصلې لپاره د دغه نيم کروموسومز فېصله کن تفرد خو ټولو ته قابل قبول دے خو د دې پۀ بنياد دغه نيم کم سل فيصدي اشتراک بيخي نظرانداز کول د کوم ځاے انصاف دے؟ دلته د مابعد جديدت تحديد (ليميټېشن) هم رامخې ته کېږي. هغه داسې چې مابعد جديد تصور او مفکوره مرکزيت افتراق، اختلاف، تفرد او بدلون ته ورکوي او د دې پۀ بنياد تعينِ قدر کوي. اوس نو د کروموسومز پۀ دغه منفرد حېثيت پۀ رياضياتي پېمانه د ښځې او سړي جدا جدا تعين قدر پکار دے. خو دوي وائي چې نه! دا د نر او مادې ثنويت ترې هم ختمول پکار دي، ځکه چې د دې پۀ وجه “ټرانسجنډر، بائسکچول، ګېز او ليزبينز” ابنارمل ثابتېږي. اوس ظاهراً د انسانيت د اکایۍ دغه خود ساخته تصور د جنس د وحدت تمهيد تړي خو نتيجه کښې ترې کثرت را پېدا کېږي. دا مقدمه چې د نر او مادې ثنويت هم ختموو، پۀ اخر کښې د جنس د متنوع تشکيل پېش خېمه ثابته شوه.

    د سړو سړيتوب ښځه د انسانيت نه بهر کړې ده نو د علم د پرمختګ پۀ يون کښې به ترې ګيله پۀ کومه خولۀ کوي؟ بيا هم پۀ هر تهذيب و تمدن کښې د ښځو برخه کمه نۀ ده خو د پردې پۀ شا ده. کۀ کار زيار ئې کړے هم دے، کريډټ ئې سړي اخستے دے او بيا هم د نړۍ او انسانيت پۀ تعمير او تخريب کښې کۀ حقيقي تقابل کوو نو سړي به ککړ او ښځې هسکه غړۍ ګرځي. ګوره پښتنو غوندې روايت پسنده ټولنه کښې د مېرمنو پۀ کردار نظر واچوئ! د روښاني تحريک غوندې مذهبي او سياسي تحريک کښې “علائي/الائي بېګم” ته پۀ متشدده روايتي ټولنه کښې د واکدارۍ او اختيار برخه ورکړې شوه نو هغه څومره او څنګه کاميابه شوه؟ الائي بيګم د احداد کورواله (منکوحه ښځه) وه او احداد د شېخ عمر زوے ؤ. شېخ عمر د بايزید روښان مشر زوے ؤ. احداد د خپل وخت ډېر متقي، عادل، بهادر او سخي باچا ؤ. د دۀ احوال چې سړے لولي نو د حضرت عمر رضي الله عنه سره ډېر مشابهتونه لري. چې کله دے د مغلو لۀ خوا د ظفر/ مظفر خان پۀ لاس شهيد کړے شو نو د جهانګير باچا لۀ خوا ورته پۀ انعام کښې د کابل ګورنري ورکړې شوه. د احداد د شهادت نه پس د روښاني تحريک سياسي او عسکري مبارزه الائي بېګم وټاکلې شوه. دې د صورت او سيرت لاثاني څښتن هستۍ د خېبر پۀ غرونو کښې د ګورنر ظفرخان کاميابه محاصره وکړه. د هغۀ فوځ له ئې يوه تاريخي ماتې ورکړه. پۀ زرګونو خلق ئې قېديان کړل او ظفرخان تېښته وکړه. د الائي بېګم د تاريخيت او کردار پۀ وجه به پۀ پښتنو کښې د ښځې د مقام پۀ حېثيت او تعين قدر کښې د رسا فکري رګ رېښې بنياد پۀ ګوته کېدے شي.

    د اسلام پۀ ترويج، ترسيل، تحفظ او تفهيم کښې صرف د يوې حضرت عائشه رضي الله عنها کردار ته وګورئ، د ټول اسلام څلورمه برخه د يوې عائشې رضي الله عنها نه منقوله ده. کۀ يوه عائشه رضي الله عنها د اسلام نه لرې کوو نو د اسلام تمامي عمارت نيمګړے کېږي، راغورځېږي. حضرت شفاء رضي الله عنها چې د عمر رضي الله عنه پۀ خلافت کښې د “پرائس کنټرول مېنجر” پۀ عهده ناسته وه او داسې نور بلها بلها مثالونه دي.

    د دې ټول بحث نه زما مقصد دا دے چې پۀ سړي او ښځه کښې د صلاحيت، ساخت او جنس پۀ بنياد هېڅ قسمه کمے زياتے نشته. دواړه د يو حقيقت دوه مظاهر دي.

  • پان اسلام ازم د نيوهسټورسزم پۀرڼاکښې

    د عالمګير حکومتونو تاريخ مونږ ته دا خبره واضحه کړې ده چې پۀ اکثره دنيا حکومت کوونکو کښې تر ټولو ياد حکومت د يونانيانو ؤ چې د مقدونيه سکندر پکښې د وسله وال طاقت پۀ زور د عالمګيريت سرخېل ياديږي. د دې نه وړاندې هم د هخمنشيانو تهذيب مشهور دے، خو پۀ دې کښې د عالمګيريت رواجي اساسي محرکات پۀ څرګنده توګه فعال نۀ دي. بيا ورپسې د رومن امپائر (رومن امپراطوري) يادېږي چې اګسټس سيزر ئې اولنے سالار ؤ، جوليس سيزر پکښې ډېر مشهور دے چې کله ئې سياسي بريا ترلاسه کړه نو ډېر زر مطلق العنانيت ته ګامزن شو او قتل کړے شو. دا سلطنت هم لکه د سابقه سلطنت لوے تاريخ لري. ورپسې دې لړ کښې د مسلمانانو سياسي تاريخ عالمګير يادېږي چې پۀ څو پېړيو خور دے. د دوي د زوال نه پس د پېرنګيانو هغه سياسي سلطنت ته دوام حاصل ؤ چې ورپورې مشهوره وه چې د دوي پۀ سلطنت کښې نمر نه ډوبېږي، بيا د دې نه پس تر اوسه پورې د امريکا حکومت پۀ ټوله نړۍ کښې عالمګير يادېږي. د اخر الذکر دوه سلطنتونو د حکومت بڼه، وقوعاتي ساختونه او طرزِ حکومت د سابقه سلطنتونو نه ډېر جدا دي.

    د نړۍ د دې ټول سياسي تاريخ نه پۀ قامي او بېن المللي کچ د حکومت او اقتدار د حصول لپاره مشترکه کوټلي او ټاکلي قوانين او لوازمات پۀ نظر راځي. هر هغه قام چې دا لوازمات
    پۀ کومه سطحه ترلاسه کړي دي، پۀ هم هغه سطح ئې د نړۍ پۀ حکومت کښې برخه اخستې ده. دغه ياد کوټلي او ټاکلي قوانين او لوازمات کښې د مذهب د جائز مقام ټاکنې پۀ لړ کښې د مسلمان مفکرينو نه تر اوسه پورې بلها بې توله افراط و تفريط (اعدام او تجاوز) شوے دے. اګر کۀ د قامونو د

    اقتدار پۀ مدوجزر کښې زمونږ سره پۀ معلوم تاريخ کښې داسې يو مثال هم نشته چې يو قام پۀ نړيواله سطحه د اقتدار نه راغورځېدلے وي او بيا ئې پۀ نړيواله سطح اقتدار حاصل کړے وي.

    پان اسلام ازم هم د يادې رويې يوه زوروره کړۍ ده. عموماً د دې ډانډي او رګ رېښه د سيد جمال الدين افغاني سره تړلې پۀ نظر راځي. سيد جمال الدين افغاني د مسلمانانو يو ډېر نيازبين او معروف مشر دے. د مسلمانانو وابستګي ورسره د عقيدت حد ته رسېدلې ده1. د موصوف د زېږون ځاے پۀ حقله د مؤرخينو اختلاف دے. د يروشلم پۀ هبرو پوهنتون (هبرو يونيورسټي اف جروشلم) کښې د سياسياتو پروفېسر جېکب لنډاو (Jacob Landau) د کتاب مطابق هغه د بعضې مؤرخينو پۀ نيز د کابل سره نزدې يو ځاے کښې پېدا شوے دے2 خو بعضې نورو محققينو دا خبره سپينه کړې ده چې نه، هغه ايران کښې د حمدان ښار سره جوخت اسداباد نومې ځاے کښې پېدا شوے ؤ3. د دوي د وفات کال اتلس سوه اووۀ نويم 1897)ز( او د زېږون کال ئې اتلس سوه او نهه دېرشم 1839)ز( دے. ياده دې وي چې دا موده ټول پۀ ټوله د ګرېټ ګېم منځومانه کښې راځي.

    د پان اسلام ازم اصطلاح پۀ حقله هم مختلف نظرونه دي. شيرين اسلم4 پۀ دې حقله يوې مقاله کښې مختلف نظرونه راجمع کړي دي چې يو پکښې دا هم دے چې سر محمد اقبال خپلې يوې مرکه کښې د دې اصطلاح مؤجد يو فرانسيسي صحافي ګرځولے ؤ چې نوم ئې ورته ياد نۀ ؤ. دا رنګ ئې د مستشرقينو پۀ حقله هم حوالې راوړې دي چې دا اصطلاح ئې پۀ نولسمه پېړۍ کښې مروج کړې وه. د دې تصور مرکزي خيال د اسلام افاقيت ؤ. عجيبه خبره دا ده چې کله هم د افاقيت يا عالمګيريت دا تصور منځ ته راځي نو د سياست پۀ لاره د اقتدارِ محض سره پېوستون ئې ډېر جوت وي. د اسلام د افاقيت نه هېڅ انکار نشته خو دا افاقيت د اقتدار سره دومره تړون او لازمي نسبت نۀ لري څومره چې پۀ سياسي تاريخ کښې ورسره د مسلمانانو مفکرينو پاتې شوے دے. د يوې صالحه معاشرې د قيام پۀ لړ کښې د نړيوال کچ اصولي معيارونو پۀ باب له د اسلام افاقيت مسلّم دے، د قيامِ رياست او حصولِ اقتدار سره ئې رشته ثانوي ده. نتيجتاً کۀ د اقتدار پړاو ترلاسه کېږي، هغه ډېر بدل څيز دے.

    پۀ هرحال، پان اسلام ازم د دې خطې مسلمانانو ته د اسلام د عالمګيريت او افاقيت يو سياسي ورژن ورکړو او د ټولې نړۍ د مسلمانانو د ټهېکې اخستو پروجيکټ ئې ورپۀ غاړه کړو. دا اصل کښې يو هوائي، تخيلاتي، ائيډيل او يوټوپيائي تصور ؤ. علامه محمود احمد عباسي د پان اسلام ازم د تصور مؤجد اول ډرومن وولف (Drummond Wolff) ګرځولے دے5.

    د دې تصور رامنځ ته کېدو پۀ دورانيه کښې ګرېټ ګېم پۀ خپل عروج باندې ؤ. ګرېټ ګېم باقاعده يو تاريخي عصر او تناظر دے، اګر کۀ د دې شهرت وروستو کلونو کښې بام ته ورسېدو.

    مؤرخين د سلطنتِ برطانيه او سلطنتِ روس تر منځه د نولسمې پېړۍ د زياتره برخې پۀ دورانيه کښې د افغانستان، مرکزي او وسطي ايشياء د ګاونډي ملکونو پۀ مېدان کښې سياسي، سفارتي، زېرِ زمين او ظاهري محاذ بندۍ ته د ګرېټ ګېم نامه ورکوي. دا هغه عصر دے چې د مسلمانانو د زوال د انتها پېل ګڼلے کېږي. سلطنتِ مغليه نړېدلے دے، روس د مسلمانانو د قفقاز ازاد رياستونه فتح کړي دي، ازبکيان هم مفتوح شوي دي، پېرنګيانو پۀ افغانستان متعدد جنګونه مسلط کړي دي، انډونيشيائي او ملايه قامونه د مغرب کالونۍ جوړې شوې دي، الجيريا د فرانس لۀ خوا فتح شوے ده، تيونس د فرانس پۀ ولقه کښې ګېر دے، مصر د پېرنګيانو پۀ پنجه کښې دے، عثماني سلطنت مشرقي اروپا کښې د مسلمانانو اکثري خطې لکه بوسنيا او بلغاريه نورو غېر مسلمو ته حواله کړي دي، سوډان کښې هم د پېرنګيانو راج جوړ دے ـــ

    دې ټوله منظرنامه کښې پان اسلام ازم د امت مسلمه لپاره د اميد يو څرک جوړيدل ډېر پۀ اسانه ذهن قبلوي. سيد جمال الدين افغاني د دې تصور لپاره دومره متحرک او فعال کردار ادا کړو (د مسلمانانو د شانداره ماضي او پۀ دنيا بيا د يو مقتدر قام پۀ توګه د رامنځ ته کېدو د خوب تعبير کښې) چې خلقو ورته د پان اسلام ازم مؤجد او سالارِ اول ووئيلو.

    پۀ مسلمانانو کښې دا يو عجيبه رواج دے چې د فکري تحريک هر ډانډے د خلافت/ دورِ نبوت/ قدامت سره پۀ څۀ نه څۀ تعلق تړلے کېږي. د پاکستان بنياد د محمد بن قاسم ديبل ته د راتګ سره، يا د نظريه پاکستان تصور د خوشحال او رحمان بابا پۀ شاعرۍ کښې ـــ داسې نور بلها مثالونه دي چې د دې خاورې اولاد کښې پرې رخنه اچولې شوې ده.

    هم دا رنګ د پان اسلام ازم علمبردار هم پان اسلام ازم پۀ درې حصو کښې وېشي ـــ اغاز ئې د دورِ نبوت نه کوي او د دې د اولني عصر اختتام پۀ اتلسمې پېړۍ کوي ـــ دوېم عصر د اتلسمې پېړۍ نه تر کال نولسوه او څليریشتم 1924)ز( پورې ګڼلے کېږي چې د خلافت خاتمه وشوه. هم دا دورانيه وه چې د مروج پان اسلام ازم صورت پذيري پکښې وشوه. پۀ اوليت کښې جمال الدين افغاني او د متحده هندوستان پۀ منطقه کښې سر محمد اقبال د دې تصور جرار پلويان وو. درېم عصر ئې د نولسمې او شلمې پېړۍ هغه برخه ده چې نېشنلزم د پان اسلام ازم ځاے نېول شروع کړل. دا رويه ډېره رواجي ده او د تقدس لپاره ډېره مؤثره هم ده. هر هغه خيال، تصور او فلسفه چې خپل علمي وقعت لري، حقيقتاً د هېڅ قسمه قدامت، تاريخيت او تقدس محتاجه نۀ وي، هغه خپل حېثيت او مقام پۀ خپله د ټاکلو قدرت لري. د خارجي شهادت ضرورت ورته محض د تفهيم او ادراک پۀ دائرو کښې مطلوب وي.

    تېرو کرښو کښې چې د ډرومن وولف کوم ذکر شوے ؤ، غواړم دلته د هغې حوالې وضاحت او تاريخي استشهاد لپاره د نيوهسټورسزم د tool (فکري اوزار) پکارونه وکړم. دغه موصوف يو پېرنګے ساستدان ؤ چې پۀ کال اتلس سوه او دېرشم 1830)ز( کښې زېږېدلے ؤ او کال نولسوه اتۀ 1908)ز( کښې مړ شوے ؤ. د حسب نسب لۀ رویه د پلار اړخ نه يهودي ؤ او مور ئې د برټش ګورنمنټ د مشهور وزيراعظم رابرټ والپول (Robert Walpole) د کورنۍ نه وه. ابتداء نه ئې پۀ فارن اٰفس کښې کار کولو. د لنډن ګزټ د 1855ز اګست مطابق دا سړے د برټش لۀ خوا قسطنطنيه او مصر ته د هغه سياسي مسئلې لپاره پۀ يو مشن واستولے شو کوم ته چې تاريخ کښې “ايسټرن کوئسچن (Eastern Question) وئيلے کېږي.

    د روس ترکي جنګونو پۀ نتيجه کښې روس د خلافتِ عثمانيه سره نښتے ؤ او ډېرې علاقې ئې ترې لاندې کړې وې. پېرنګيانو د خپل سياسي رقابت پۀ وجه د عثماني خلافت ملاتړ کولو، د کريميا د جنګ تاريخ زمونږ مخې ته دے. دا مفروضه اصلاً پۀ اسانو ټکو کښې د خلافتِ عثمانيه نه د وتلو علاقو پۀ منځ کښې راپېښ متزلزل سياسي، سماجي او سفارتي صورتحال کښې د بېن الاقوامي سټو د مفاداتو جنګ ؤ. وروستو دغه موصوف د برټش ګورنمنټ لۀ خوا ايران او سپېن کښې د سفارت کار پۀ حېث ډېره موده کار کړے دے.

    پروفېسر عباسي چې تېرو کرښو کښې ئې حواله تېره شوه، ليکلي دي چې دا ډرومن وولف هغه زېرک او چالاک سړے ؤ چې سيد جمال الدين افغاني او د سلطان عبدالحميد ثاني غوندې خلقو نه ئې مهره جوړوله. دۀ د پان اسلام ازم تصور دې د پاره څو قابل قبول مسلمان ليډرانو ته پۀ يو داسې مثبت انداز پېش کړے ؤ چې اکثريت خلقو ته تر اوسه يو جینوين اسلامي تحريک ښکاري؛ حال دا چې دا د پېرنګيانو د روس پۀ خلاف يو سياسي سازش ؤ. هم دا وجه وه چې خلافتِ عثمانيه او امير عبدالرحمان جمال الدين افغاني ته ډېر زر جواب ورکړو.

    ابوالکلام ازاد هم اول اول کښې د دې تحريک نه اميدونه وابسته کړي وو خو وروستو بيا مکمل خاموش ښکاري، مطلب دا چې د دې لغم ته ور رسېدلے ؤ.

    دوېم د اسلام “يونيورسلزم” پۀ پان اسلام ازم کښې داسې پکار راغلو لکه د پښتنو پۀ پکارونه کښې چې “غېرت” څنګه پکارولے شوے دے ـــ درېم د جغرافيې پۀ ځاے ائيډيالوجي ته زيات اهميت ورکولو پۀ اٰړ کښې پېرنګيانو د نيو نېشنلزم لاره هم د دوي نه خطا کوله ـــ څلورم د پان اسلام ازم انټليکچول ساخت پۀ مصر کښې تيارېدو، مورچه ئې ورته کابل نه جوړه کړې وه او د سويت يونين لاره نېول پکښې هم حاصلېدل ـــ پنځم د ګرېټ ګېم د لاندې مسلمانان د بل اړخ نه هم دې پېرنګيانو د عرب نېشنلزم پۀ تصور تقسيمول ـــ شپږم د پان اسلام ازم پۀ دې ترڅ کښې د مسلمان نه د هند سره مشترکه د باهمي ورورولۍ ماضي هېره کړي، تاريخيت د پښو لاندې کړي او نوي معيارونه رامنځ ته کړي. د دې انجام بيا وروستو د دوه قومي نظريې پۀ صورت کښې پۀ يو بل علمياتي منهج کښې رامخې ته کړے شو.

    د دې نه پس د مشل فوکو (Michel Foucault) د تاريخي ادراک د نظريې پۀ پکارونه اوس دلته د جديديت د ډسکورس يو درېم مخ د پان اسلام ازم پۀ صورت کښې راڅرګندول غواړم. دا زاويه نظر پۀ دې وجه هم ډېر ضروري دے چې د پان اسلام ازم د وجې سيد جمال الدين افغاني ته د جديديت اسلامي سالارِ اول هم وئېلے کېږي.

    د هر عهد يو حاوي فکر (اپسټيم/(Epistem وي چې هغه د دې عهد تمامي ذهني، ثقافتي، معاشي، سياسي او علمي شعبو او طور طريقو ته محيط وي. هم د دې حاوي فکر پۀ وسيله تمامي ذهني رويې او ثقافتي ادارې د مسائلو ادراک کوي. “جديديت” پۀ خپلو بلها تعبيراتو کښې يو تعبير د دې حاوي فکر پۀ عملي او وقوعاتي صورت کښې څرګندوي. يعني دا د يو دور حاوي فکر دے چې پۀ دغه مذکوره دائرو کښې اثر انداز کېږي. اوس نو د يو پوره عهد پۀ دومره متنوع دائرو اثر انداز کېدونکے فکر ظاهره ده چې د معنې يوه تهه خو به نۀ لري، څۀ جهات او تِهـ در تِهـ مدوجزر به هم لري. دې لړ کښې جديديت پۀ درې برخو وېشلے کېږي. يوه ماډرنټي ده، د نشات ثانيه نه پس چې پۀ مغرب کښې پۀ علمي او سماجي سطح کوم بدلون راغلو، انتهروپالوجسټ دې ته د ماډرنټي نوم ورکوي. دا بدلون هم د ياد حاوي فکر پۀ وجه وجود مومي.

    بله برخه ماډرنائزيشن ده ـــ دا د نوي صنعتي سماج د وجې رامنځ ته شوو معاشرتي هلوځلو او بدلونونو ته محيط ده.

    درېمه برخه ماډرنزم ده ـــ دې کښې جمالياتي زاويه مرکزيت لري او پۀ فلسفيانه رغوڼه کښې ئې درې جهات يعني عقليت، داخليت او خود مختاريت شامل دي.

    جديديت يو داسې پروجيکټ ؤ چې فعال محرکاتو کښې ئې روشن خيالي او هيومنزم شامل وو. دې انساني ذات ته يوه خودکاره افاقي جامه ورواغوسته، دا ئې د زمان مکان د قېد نه ماوراء وګڼلو، دا ذات درون او بيرون (ځان او دنيا) د تعقل پۀ سوب پېژني. تعقل ته ئې تر ټولو لويه درجه وروبخښله ـــ هم دا رويه وه چې د سائنس د پرمختګ ذريعه جوړه شوه او يو داسې صورتحال ئې رامنځ ته کړو چې د صداقت د معيار لپاره ئې کُلي اختيار سائنس ته ورکړو. دا فرض کړې شوه چې سائنس همېشه د ترقۍ باعث جوړېږي. د جديديت ماڼۍ پۀ عقليت، کليت، افاقيت او ترقۍ باندې ودرولې شوه، دا ټولې نړۍ لپاره يو لوے نعمت وګڼلے شو، د يو ايقان راپېدا کولو هڅه د دې پۀ ذريعه وشوه چې دا د ټولې نړۍ لپاره د ارام سکون، امن او خوشحالۍ ضمانت ورکوي. د توهم، جهالت، بې روزګارۍ، بې وسۍ او لاچارۍ لپاره دا يو غېرمعمولي علاج وګرځولے شو. د دې پروجېکټ د لانچ کولو لپاره مغرب نو ابادياتي ملکونو نه خپلې تجربه ګاه جوړې کړې. د دې پۀ شا د علمياتي منهجونو فکري وراثتونه ور وتړلے شو. چارلس ډارون د انواع، کارل مارکس د مادي و معاشي تاريخ او فرائيډ د انساني ذهن او نفس پۀ حقله د تحقيقاتو بنياد پۀ کليت باندې کېښودوـــ يعني د هر قسمه اتهارټي او اسټېبلشمنټ يو مرکز، يوه نکته او واحد حل رامنځ ته کړے شو.

    هم دې بهاو کښې سيد جمال الدين افغاني غوندې مخلص او نابغه هستيانې هم توې شوې، د هغۀ شاګرد د مصر مفتي اعظم شېخ عبدهٌ تر دې حده د جديديت غلام شو چې د بېنک د سُود پۀ باره کښې ئې د جواز فتويٰ جاري کړه6.

    د عالمِ اسلام اولنے سړے ؤ چې د سرمايه دارانه نظام د مضبوطولو لپاره ئې دومره لوے جرأ ت وکړو.

    پۀ پان اسلام ازم کښې هم د جديديت پۀ شان د افاقيت، کليت، روشن خيالۍ، عقليت او عالمګيريت پۀ آړ کښې درانۀ، اوږدۀ او خواږۀ خوبونه خلقو ته وښودلے شو. د دې د ايقان استدلال دا دے چې تاريخي عهد يو دے او حاوي فکر يو دے، ورسره ورسره پۀ اقتدار ناست ټولګے يو دے. پۀ نظري زاويه اوس د جديديت او پان اسلام ازم ترمنځه څومره نزديکت ثابت شو!!!

    دې عهد کښې د جديديت پۀ علمياتي منهاج کښې داَلْعَوَام کَالْاَنْعَام(اولس پۀ مثال د څاروو وي) او داَلسُّلْطَان ظِلّ الله(باچا د خداے سیورے وي) پۀ ثنويت قائمه مفکوره چې د سرمايه دارانه نظام د تحفظ تر ټولو لويه وسله وه او د هرې خطې د مقتدرې طبقې تر منځه يوه منلې زېرِ زمين معاهده وه ـــ پۀ يو درېم مخ د پان اسلام ازم د سياسي زېږون او اطلاق پۀ شکل کښې د مسلمانانو پۀ خاوره وازمائېلې شوه!! خو چې کله د دې ټولو ضمانتونو باوجود داسې تباهۍ رامخې ته شوې چې سابقه تاريخ کښې ئې مثالونه نۀ وو، جنګ عظيم اول او ثاني، فکري يلغارونه، صارفيت او هائپر رئيلټيز (تشکيلي حقيقتونه) او داسې نور بلها ظلمتونه نو د يادو تحريکونو پۀ مخ څۀ پاتې شو؟

    د پان اسلام ازم قيصه هم بدله نۀ ده ـــ د مسلمانانو د علمي مال و متاع او فکري وراثت سره سره سياسي ترقي هم پۀ تنزل بدله شوه ـــ مسلمان د تقسيم در تقسيم در تقسيم عمل پۀ چاړۀ سوري وري شو ـــ د وحدت ارمان داسې پاره پاره شو چې د بيا راټولېدو امکانات پکښې ورک شول.

    زۀ دا نۀ وایم چې پۀ دې ټول سياسي اسکيم د پان اسلام ازم علمبردار پوره پوره خبر وو او بيا ئې هم ورته د عملي کولو هڅې کولې، خو سياسي ادراک او دوراندېشي ئې د دې درجې وه چې نن هم د دې تصور د علمبردارو باقيات (اخوان، جماعت اسلامي، د جامع ازهر فکري پلويان وغېره) پۀ هم هغه افکارو او لارو روان دي چې ناکامي ئې پۀ بار بار ثابته شوې ده ـــ سياسي غلطي يوه داسې مرحله وي چې ورپورې د قامونو اجتماعي مفاد او ژوند تړلے وي، ځکه تاريخ د داسې امر لپاره يوه بدله رويه خپلوي.

    د پان اسلام ازم اولنو علمبردارو سيد جمال الدين افغاني، د هندوستان خطه کښې سر محمد اقبال، عنايت الله مشرقي، مصر کښې شېخ عبدهٌ او رشيد رضا نه رواخله تر د دوي د نن وارثانو سره کومه عالمي افاقي ضابطه حيات موجوده ده چې پۀ فکري او عملي توګه د انسان لپاره بالعموم او د مسلمان لپاره بالخصوص د تمامي تنزل علاج وګرځي؟

    زۀ دلته دا يو سوال هم را اوچتول غواړم چې سيد جمال الدين افغاني د عمر زياتره برخه کښې د نړۍ پۀ بلها ملکونو/ براعظمونو (ايشيا، اروپا، افريقه، خليج) کښې د يو متحرک سياسي رهمنا پۀ طور ازادانه ګرځي او بيا سياسي خيالات ئې هم پۀ نړۍ د حکومت کولو دي ـــ نو دۀ ته د سلطنتِ برطانيه يا د سلطنتِ عثمانيه يا د سلطنت روس لۀ خوا څۀ مشکلات ولې نۀ پېښېږي؟

    د باچاخان، نېلسن منډېلا او ابوالکلام ازاد پۀ سياسي سفر کښې خو د دۀ د خيالاتو نه زيات قابل قبول سياسي جدوجهد جاري ؤ نو بيا ولې ورسره د مقتدره ټولګو رويه بدله ده؟

     

    أخذ لیکونه:

    1. Wilfrid Scwan Blunt, India Under Ripon: a private diary, London. 1909, p.112.
    2. Jacob M. Landau, the politics of Pan-Islamism, New York, Clarendon press, Oxford, 1990
    3. Nikki R. Keddi, An Islamic Response to imperialism, Los Angeles, University of California press, 1983
    4. Shireen Aslam, Pan Islamism and Iqbal.
    5. پروفېسر عباسي، مسلمان ليډر او برطانوي سياستدان، مشمولهپاکستان، خادم چارسده، اګست1948ز، منظور عامر برقي پرېس، پېښور
    6. Dawn Story of 26 June 2009,

    https://www.dawn.com/news/845231

    ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ