Tag: اسد اچکزے

  • د اسد خان اڅکزي د شهادت عوامل – پروفېسر نور احمد فطرت

    د اسد خان اڅکزي د شهادت عوامل – پروفېسر نور احمد فطرت

    خوږ ژوندون، جدا له ښۀ شېرينه ياره

    پۀ ما خوار باندې يا زهر يا ګنډېر شو

    د بهار بلبلې نۀ راځي پۀ سېل

    مګر زړۀ ئې د بهار لۀ سېله سېر شو

    حېف دا چې د ګلونو عمر لږ دے

    پۀ جهان کښې د اغزيو عمر ډېر شو

    (دستر خوشحال بابا کليات مخ ١٨٤)

    وائي چې کله خليفه مامون د (ابراهيم بن مهدي) د وژلو اراده وکړه يا ئې مخکښې کلکه اراده کړې وه نو دۀ پۀ دې لړکښې د خپل يو وزير احمد بن ابي خالد سره مشوره وکړه. وزير ووئيل اے اميرالمومنين، کۀ تۀ چرې دے قتل کړې نو ستا لپاره مثالونه موجود دي او کۀ نا چرې دے وبخښې نو د دې لپاره هېڅ بېلګه نشته نو ځکه خليفه مامون دے معاف کړي.

    پۀ قول د (مولاناوحيدالدين خان) د وزير مطلب دا ؤ کۀ تۀ چرې دے ووژنې نو دا تۀ هغه کوې چې ټول خلق ئې پۀ داسې موقعه باندې کوي او کۀ چرې تۀ ئې معاف کړې نو دا به تۀ هغه څۀ وکړې چې هېچا نۀ دي کړي. د وزير دغه خبرې د خليفه مامون احساس راويښ کړي. لومړے د دۀ پۀ قتلولو کښې ئې خپل لوے والے ليدو. اوس دۀ وليدل چې بخښنه لوي کار دے نو دغه احساس دے مجبوره کړي چې دے وبخښي (ډائري ٨٤- ١٩٨٣ژباړه مخ ١٤٢)

    پۀ پورتني عبارت کښې يوه خبره تاسو ولوستله کۀ تۀ چرې دے قتل کړې نو دا تۀ هغه څۀ کوې چې ټول خلق ئې پۀ داسې موقعه کوي او کۀ چرې تۀ ئې معاف کړې نو دا به تۀ هغه څۀ وکړې چې هېچا نۀ دي کړي. داسې نور ۔ ۔ ۔

    زما پۀ خيال لومړے خو بايد اسدخان شهيد پورته شوے نۀ وے ځکه چې يو خو ناجوړه بنيادم ؤ پۀ کراچۍ روغتون کښې ئې عمليات شوي وو. د خواشينۍ تاؤ ئې نۀ درلود، پۀ يوۀ ورکړل شوي پښتورګي ئې ژوند تېروۀ. سحر او ماښام ئې د خپل ځانګړي درملن (ډاکټر) د هداياتو مطابق درمل خوړل خو بيا هم ئې اغوا يا برمته کړو نو بيا خو پکار وه چې سم سالم ساتل شوے وے. پۀ خپل وخت، دوا، مخصوص خوراک او ګولۍ ورکول شوے وے او کۀ بيا چرې مجرم پېژندل شوے وے نو بايد عدالت ته وړاندې کړے شوے وے (ځکه چې مونږ خو وفاقي او صوبائي عدالتونه لرو) يا لږ تر لږ څۀ وخت برمته شوے وے او بيا د انساني خوا خوږۍ پۀ بنسټ بخښل شوے وے، روغ رمټ خپل کور ته او خپلو بچيانو ته را پرېښودل شوے وے.

    نو د دې لپاره به اوس هېڅ بېلګه نۀ وے نو دا چې د دۀ سره سخت ظلم وشو وړوومبے وتښتول شو او بيا پۀ فرعوني ظلم قتل کړے شو نو د دې لپاره پۀ قول د خليفه مامون د وزير ډېر مثالونه موجود دي او پۀ دې ناروا پېښه باندې ډېر بحثونه کېدلے شي او ډېر څۀ پرې ليکل کېدے شي. تاريخ بۀ ارومرو پۀ خپلو زرينو پاڼو کښې د شهيد اسد د شهادت درنه واقعه خوندي وساتي . تاريخ بۀ خامخا خپلو راتلونکو نسلونو ته را ښکاره کړي چې يو خو ئې اسدخان پۀ ظلم او تېري برمته کړو. بل ئې پۀ ناروا توګه تر دنيا تېر کړو، قتل ئې کړو او بيا ئې د مرګه نه پس د کوئټې ښار د نوحصار پۀ سيمه کښې پۀ يو کوهي کښې واچولو.

    شاعر وائي:

    بلا دې يو پۀ بل او بل پۀ بل کښې ولاړ

    مرګ ته دې هر سړے د بل تن پۀ بدل کښې ولاړ

    خدايه پۀ دې خلقو کښې دا تپوس د چانه وکړم

    ځنګل پۀ مونږ کښې دے کۀ مونږ يو پۀ ځنګل کښې ولاړ

    څۀ دقيصو تاريخ وي څۀ دتاريخونو قيصې

    سړے کۀ ناست هم وي خو ښکاري پۀ مقتل کښې ولاړ

    دا ظلم د شهيد اسدخان سره پۀ داسې حال کښې وشو چې ئې پرته لۀ خدايه نۀ کور خبر ؤ، نۀ ښار، نۀ ګوند، نۀ ورور، نۀ مور او نۀ د دۀ خپل اولاد.

    پۀ کوئټه ښار کښې د يوې سياسي تنظيمي ناستې پۀ خاطر شهيداسد خان پۀ ٢٥ ستمبر دخپل کور څخه پۀ خپل موټر کښې کوئټې ته روان شوے ؤ چې ترکچلاغ تېر شوے ؤ نو د کوئټې د هوائي ډګر سره لا درکه شوے ؤ. ورځ يوه نيمه پس ئې کور او ګوند ته خبر رسېدلے ؤ چې د اسدخان فون کار نۀ کوي چې څۀ وجه ده؟ د ٢٦ او ٢٧ ستمبر٢٠٢٠ څخه فاميل او د ګوند غړو واوېلا جوړه کړه چې اسد برمته شوے يا ورک کړے شوے دے.

    دلته روايتونه هم بېلابيل دي، ځينې وائي چې دے څنګه ترغره يعنې کوږک ټاپ اوښتے دے پۀ دۀ پسې يو مخصوص موټر شوے ؤ. ځينې وائي چې اصل کښې دے هدف نۀ ؤ بس چې دے ورباندې برابر شو، نو دے ئې برمته کړو، ځينې دا هم وائي چې څنګه اسد خان ترکچلاغ ښاره رسيدلے ؤ بس سم دستي لاس ورکول شوے او هم هلته پورته کړے شوے دے، ځينې وائي چې نۀ چې تر کچلاغ تېرشوے دے د کوئټې د ائيرپورټ پۀ حدودو کښې برمته شوے دے، ځينې وائي چې څنګه دے برمته کړے دے سم دستي ئې وژلے دے او ځينې وائي چې نۀ دے پۀ خپله مړ دے او بيا دوي د نوحصار پۀ څاه کښې غورځولے دے.

    د اسدخان د ورکېدو سره عوامي ملتپاله ګوند چمن څانګه ( اے اېن پي قلعه عبدالله) د رسنيو سره خبرې وکړې . مرکې وشوې، اعلانونه ئې پۀ ټوله سهېلي پښتونخوا( بلوچستان+پاکستان) کښې وکړل او حتي پۀ دغه پېښه لوے او تاريخي کور افغانستان هم خبر شو او دغه ځاے رسنۍ (طلوع، شمشاد اونمر) هم ورباندې وغږېدل. اے اېن پي کلا عبدالله بېلابېلو ورځپاڼو ته حال ورکړو، حتي قام او ګوند پۀ ګډه د يو څۀ وخت لپاره د کوږک دغرۀ لاره هم وتړله. پۀ احتجاج احتجاج ئې د کوږک داږدانه د چينې لاره بنده کړه. پۀ ښارونو کښې ئې احتجاجي مظاهرې وکړې، پرېس کانفرنسونه ئې وکړل خو اسدخان ورک شو. ځمکې لار ورکړه او دے پرې ننوت. پاي تر ملتپاله عوامي ګوند د انساني خوا خوږۍ پۀ بنياد د کوږک لاره بېرته خلاصه کړه او خپل احتجاج ئې د چمن ضلع کجاري د دفتر مخې ته راوړو. د اے اين پي سره پۀ دغه احتجاجي هلو ځلو کښې د وطن ټول ګوندونه لکه پښتونخوا ملي عوامي ګوند، جماعت اسلامي، مسلم ليګ (ن) او (ق) ، مدني ټولنه يا سېول سوسائټي او پۀ تېره د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي ايم) ورسره ډېر کومک وکړو.

    د ضلع کچاري احتجاج نه څو ورځې وروستو د ضلعې ډي سي، اے سي او نور افسران ورغلل او احتجاج کوونکيو ته ئې ډاډ ورکړو چې تاسو اوس دغه احتجاج پاې ته ورسوئ، پۀ يوه مياشت کښې دننه د اسدخان تلاش کوو او دے خامخا روغ رمټ پۀ لاس درکوو.

    مګر دوه مياشتې تېر شوې خو اسدخان اڅکزے بيا هم پېدا نۀ شو بلکې پۀ ورک ځوان ورک شو.

    د٢٧ فرورۍ پۀ سهار خبر شوم چې اسدخان پېدا شوے دے خو افسوس چې ظالمانو لومړے قتل کړے دے او بيا ئې د کوئټې د نوحصار پۀ يو کوهي کښې غورځولے دے. د اسدخان خبر چې څنګه خور شو نو داسې نور د کور غړو او د ګوند ملګري ئې سمدستي نوحصار ته ورسېدل او د ګران اسدخان مړے د کرېن پۀ ذريعه د کوهي څخه را وويستلے شو . دغلته د ژوند د هرې څانګې سره اړه لرونکي خلق شتون لري. ګڼه ګوڼه وه. پۀ خپله اصغرخان هم شتون لرو. رسنۍ والا هم رارسېدلي وو. جمال تره کي لومړے کس ؤ چې د دغه هرڅۀ رپورټنګ ئې وکړو او رسنيو ته ئې خپل را پور ورکړو او نړېوال ئې پرې خبر کړل.

    پۀ هم دغه ورځ درې بجې د اسدخان پۀ توره کڅوړه کښې پچل شوے مړے راوړو ( چې پۀ تابوت کښې پروت ؤ) او د مولوي محمد قسيم پۀ امامت کښې د جنازې لمونځ ئې ادا کړے شو. د جنازې وروسته د قام او ګوند ملګرو خبرې ورباندې وکړې او د دغه زورورې مګر ناروا پېښې ئې سخته غندنه وکړه. پۀ دغه ورځ هم قام او ملت ډېر ستړي ښکارېدل او پۀ دغه حادثه کلک خوابدي وو.

    د شهيد اسدخان جنازه نۀ يواځې دا چې پۀ چمن ماډل هائي سکول کښې وشوه بلکې پۀ لر او بر افغان کښې ئې د جنازې غائبانه لمونځونه وشول . د پاکستان پۀ قومي او صوبائي اسمبليو کښې هم دعا ورته وشوه. حتي د غمرازۍ پېغامونه ئې د اشرف غني پۀ شمول د لوے کور افغاسنتان څخه هم راغلل . مشر اسفنديار هم يو ټويټ ورباندې د تسليت او مذمت کړے ؤ.

    اېم پي اے مشر اصغرخان هم د سوزه ډکه وېنا ورباندې وکړه. دۀ هم دغه ناوړه او نۀ هېرېدونکې پېښه وغندله. دۀ کۀ څۀ هم پۀ پېښه کښې د ککړو خلقو نوم ياد نۀ کړو خو بيا هم د دۀ د خبروڅخه داسې جوتېدله چې دا حادثه داسې چا رامېنځ ته کړې وه يا خو خفيه دے، يا زورور دے او يا ئې لاسونه ډېر اوږدۀ دي. مګر پۀ دغه ورځ چې د شهيد اسد دوېم ورورو جناب امجدخان اېډوکېټ کومه وېنا وکړه دا ډېره د توجو وړ وه. لومړے خو دغه وېنا ټول خلق متوجه کړل او بيا ئې وژړول. دې وېنا اولس ډېر احساساتي کړل. قانون پوهه امجدخان د خپلې وېنا پۀ پاې کښې ووئيل چې مونږ نن هېڅ خوابدي نۀ يو بلکې ښۀ ډېر خوشحاله يو ځکه چې زما ورور نن پۀ دې وطن او خاوره شهيد شوے دے او شهيدان خوهسې هم مړۀ نۀ وي بلکې ژوندي وي. دۀ د دې پېښې د سختې غندنې سره سره ووئيل تاسو بايد مونږ ته د تعذيت لپاره را نۀ شئ بلکې د مبارکۍ لپاره راته راشئ. دۀ زياته کړه چې مونږ بۀ ستاسو هرکلے وکړو. تاسو ضرور مونږ ته د مبارکۍ لپاره حاضر شئ. دۀ زياته کړه چې مونږ د شهيداسد پۀ درانۀ شهادت وياړو لکه چې وائي:

    شهيد دمينې ئې د نور پۀ چينه ولمبوئ

    کۀ جنازې ته ئې ملا نۀ راځي نۀ دې راځي

    صديق پسرلے

    مازيګر ئې شهيد اسد د زرګونو خلقو پۀ شتون کښې خاوروته وسپارل شو او خلق د هدېرې څخه رخصت شول.

    پۀ سهار کښې د فاتحې لپاره ځاے مرحوم جلال الدين خان مېلمستون وټاکل شو. دې فاتحې ته د بېلا بېلو ښارونو څخه خلق راغلل او حتي د عوامي ملتپاله ګوند ملګري د پېښور څخه ورته راغلل. د کوئټې ژوب، پښين بلکې د پښتون او د بلوڅ د وطن څخه اولس ورته حاضر شول. د وزيرستان څخه منظور پشتين هم ورته راغے او لاس نيوه ئې ورسره وکړه. منظور پشتين د فاتحې سره سره يوه لنډه خو ښکلې وېنا هم وکړه. قابو دغه فاتحه هم دولس ديارلس ورځې جاري وه. حالانکې قاضي ملا عبدالسلام بابا پۀ (طلب مذهب) کښې يو ځاے د فاتحې پۀ حقله ليکي:

    يوه ورځ فتحه کافي ده

    خوښه دا د هر صوفي ده

    ډېره مۀ اخله فاتحه تۀ

    ناروا ده د درې زياته

    د شهيد اسدخان د شهادت عوامل:- اسدخان اچکزے تر ما (فطرت) پۀ عمر مشر ؤ البته دے زما د مشرانو وروڼو معاصره ؤ. شهيد اسدخان ډېر خاموش طبع انسان ؤ، لمونځ ګوزاره او د روژې پابنده کس ؤ. دے ښۀ لوستے بنيادم ؤ او تر اېم ايس سي پورې ئې د بلوچستان پوهنتون څخه پۀ زوالوجي ( دحېواناتومتعلق علم) کښې زده کړې کړې وې. د دۀ پلار مرحوم جلال الدين خان (چې پۀ خپله هم لوستے انسان ؤ) د ژوند نيم عمر پۀ پښتونخوا ملي عوامي ګوند کښې تېر کړے ؤ نو ظاهره خبره ده چې اسدخان هم سياست پۀ کوچنيوالي کښې د خپل پلار پۀ لاره د پښتونخوا ملي ګوند څخه پېل کړے ؤ خو بيا چې کله د دۀ پلار د ياد ګوند څخه پۀ څۀ وجه خوابدي شو او اے اېن پي ته لاړو نو اسدخان هم د تل لپاره دغه ګوند (پښتونخوا مېپ چې مشر ئې محمودخان دے) پرېښودو او اے اېن پي ګوند ته واوښت او د دغه ګوند غړے شو. دے لومړے د يونټ صدرشو، بيا ضلعي صدر او وروسته د اصغرخان پۀ کومک د اے اېن پي ايالتي سېکرټري اطلاعات شو. دغه دندې ئې تر شهادت پورې جريان پېدا کړو چې پاې دے شهيد شو او ګوندي چارې د تل لپاره پاتې شوې،،، خوشحال بابا وائي:

    پۀ هر لوري دې فضان د مرګ لۀ لاسه

    پۀ هر لور بۀ هر مکان دمرګ لۀ لاسه

    د ادم صورت ئې مرګ لره پېدا کړۀ

    خرابي شوه پۀ جهان د مرګ لۀ لاسه

    اے خوشحاله کۀ پۀ تن تۀ شاه جهان شې

    هم بۀ درومې پۀ ارمان د مرګ لۀ لاسه

    د شهيد اسدخان اچکزے پۀ برمته کېدو کښې هم بېلابېل نظرونه شتون لري. يعنې دلته هم اولس پۀ يوه خولۀ نۀ دي، څوک پۀ دې حقله څۀ وائي او څوک څۀ؟ ځينې وائي چې کله پۀ پوله کښې د پاکستان لۀ خوا پرلت ناست ؤ او د دروازې د خلاصولو غوښتنه ئې کوله. د دغه پرلت يا درنې ماسټر مائنډد ځينو نورو ملګرو سره سره يو خاص کس اسدخان اچکزے هم ؤ. ځينې وائي چې پۀ دغه وار څۀ درغلۍ وشوې، پۀ دغه درغلۍ کښې يا د دغه کرپشن (چې نورو کړے ؤ) دے پورته شو او سزا ئې يواځې دۀ ته ورکړل شوه. مګر ځينې بيا وائي چې نا د اسدخان د برمته کېدو عوامل سياسي دي، معاشي او مذهبي نۀ دي. دغه خلق ادعا کوي چې فرښتې (اېم پي اے اصغرخان ته پۀ قهر وې نو ځکه ئې د دۀ سزا د دۀ د اکا زوي اسدخان ته ورکړه.

    ځينې بيا وائي چې د دوي پۀ کورنۍ کښې ئې سزا يو کس ته ورکوله خو چې اسدخان ورباندې برابر شو نو دے ئې قتل کړو. زۀ پۀ خپله دغه ستره پېښې ته ګورم نو د دغه واقعې عوامل نۀ مذهبي دي، نۀ معاشي بلکې دغه ټول څۀ سياسي وو او سياسي دي. البته د دغه سياسي عواملو جواب زۀ (فطرت) پۀ پوره توګه نۀ شم وئيلے. د دې جواب پۀ پوره ډول لومړے اے اېن پي ګوند وئيلے شي او بيا ئې د اے اېن پي صوبائي صدر او پارلېماني مشر اصغرخان وئيلے شي.او د مشر وروسته اېډوکېټ امجدخان هم د څۀ پوښتنو جوابونه وئيلے شي ځکه چې دغه پېښه کۀ هرڅومره معروضي ده نو عروضي يا داخلي هم ده. د دې حادثې کۀ څۀ خبرې پۀ عروض کښې جوابېدلے شي نو يو څۀ ئې بيا د عروض يعنې د داخل سره هم تړاو لري. شاعر وائي:

    څو د ملک وارث ونۀ وهي سرونه

    هومره چرې قرارېږي سيمې غرونه

    يا د مرد غوندې شمله د دستار پرېږده

    يا پۀ سر کړه لکه ښځه هنررونه

    خدايه چا وته ئې کښم څوک بۀ پرې پوهـ شي

    ما وئيلي هر يو بېت دے دفترونه

    بهرحال چې هرڅۀ وو او هره وجه ئې وه خو تاوان ئې دا وکړو چې ځوان اسدخان پۀ کښې شهيد شو. د يو کور، قام او د ګوند ايالتي مشر پۀ کښې مړ شو، د بچيانو پلار شهيد شو، يوه مور پۀ کښې بوره شوه، او يو خور ئې بې وروره کړه، يو ورور ئې بې ورورشو او داسې نور. شاعر يوځاے هم دغه خبره خپل زوي ته کوي.

    شپه لاړه تېره شوه تۀ ګوره سحر دے زويه

    سترګې دې پرانېزه پۀ سرخو لاسفر دے زويه

    کومه ګناه دې بې ګناه کړې وه تېر جنم کښې

    پښتون وهلے پۀ مذهب شي بې ضرر دے زويه

    فکر خو وکړه پښتونخوا ولې بې کوره شوله

    زما ايلم، زما خېبر، زما شکر دے زويه

    م ر شفق

    چاودنې، تښتونې او پرلت!: يو خو چې د کومه دغه هېواد جوړ شوے دے، محروميت پۀ کښې روان دے، بې روزګاري پۀ کښې لنګه شوې ده، لاقانونيت پۀ کښې روان دوان دے. دغه ملک چې کله د متحده هندوستان څخه را بېل کړل شو، لا هم غېرفطري ؤ، نيمه ځمکه ئې د هند څخه ورته غصب کړه او نيمه ئې د لوے او تاريخي افغانستان څخه و رته را بېله کړه . وړومبے خو دغه هېواد (دو قومي نظريه) هسې يو نظريه وه، څۀ خاص اساس ئې نۀ درلود. بيا ئې د دې نظريې لپاره د (مطالعه پاکستان) پۀ نوم يوجانبداره تاريخ رامېنځته کړو، يوداسې تاريخ چې دوي ليکلے دے، د منلو نۀ دے. بيا د دغه هېواد لپاره داسلام پروپېګنډه وشوه، مليان ورته رانيول شو، هغوي دغه هېواد د اسلام پۀ نوم د حاصلېدو تبليغ وکړو . لومړے خو د دغه دوه قومي نظريې پۀ وجه پۀ هېوادکښې د هندو او مسلمان پۀ نوم فسادات وشول چې پۀ دې کښې هم پۀ لکهونو (هندوان او مسلمانان) مړۀ شول يا بې کوره شول يا ژوبل شول يا بې وطنه او بې کفنه شول وغېره. بيا چې کله پۀ ٤٧ کښې تقسيم وشو نو هم تر ډېرو کلونو پورې دا ملک بې ائينه پاتې شو. بيا چې کله د دې لپاره د ائين هڅه وشوه نو پۀ ١٩٥٨ز کښې فوځي امريت راغے. دغسې پۀ دې ملک کښې بيا د اردو اوبنګالي ژبې جنګ جوړشو. بيا پۀ دې کشمکش کښې پۀ بنګال فوځ کښې وشوه چې پاې ته پۀ ١٩٧١ز کښې دا ملک د تل لپاره دوه کپه شو او بنګله دېش جوړ شو. پۀ بنګال کښې تر نوي زره پورې پېغلې بې پته شوې. پۀ زرګونو خلق پۀ دغه کورني جنګ کښې تلف شول يا بې کوره شول يا ژوبل شول او داسې نور خو اخر مغربي پاکستان پۀ ډهاکه کښې د جنرل نيازي پۀ قيادت کښې وسله پۀ مېدان کېښوده او تسليم شول او زمونږ دا نعره د تل لپاره پاې ته ورسېده چې مجهے بنگال نهين بلکه بنگالى زمين چاهئے.

    د دې ستر ناورين او سترې پېښې وروسته هم زمونږ عقل ځاے لۀ رانغے،،، نۀ مو عقل زده کړو او نۀ مو د ماضي نه سبق ترلاسه کړو ۔۔۔ وروستو او ورپسې کلونو کښې بيا مونږ د روس پۀ ضد د امريکا سره ودرېدو. بيا پۀ افغانستان کښې مونږ ته او سعودي عرب ته د جهاد غوا لنګه شوه او مېډ ان امريکا اېنډ لندن جهاد مو شروع کړو.

    او بيا د ضياء الحق پۀ دور کښې دلته د کلاشنکوف (اسلام+جهاد) کلتور راغے او بيا ئې خبره مشرف ته را ورسېده. د دۀ سره زمونږ ټولنې ته (چاودنې+تښتونې+خودکش بمبار) راغلل. د جنرل صاحب پۀ وخت کښې کۀ څۀ هم پۀ لومړي سر کښې (د ملک پۀ مفاد کښې) څۀ سم کارونه هم وشول خو وروسته دے هم د بلا پۀ لکۍ سپور شو. د دۀ پۀ دور امريت کښې بلوڅ نواب اکبر بګټي ووژل شو، پۀ لال مسجد او مدرسه يرغل وشو، د وزيرستان عمليات پېل شول، د افغانستان پۀ ضد امريکا ته اډې ورکړل شوې، پۀ پاکستان کښې پۀ ځينو مدرسو، کورونو او شخصي ځايونو هوائي حملې وشوې، چې پۀ دې ردعمل کښې ترهه ګرو پۀ عامو ځايونو سخت يرغلونه وکړل او تباهۍ ئې پېښې کړې. د جنرل مشرف د تېروتنو څخه ملک ته خودکش حملې (چې ملايان ئې فدائي بولي) راغلل،. پۀ زرګونو بلوڅان او پښتانۀ برمته شول (پۀ زرګونو يا مړۀ شول يا ورک شول) چې دا لړۍ تراوسه هم تم شوې نۀ ده، روانه ده او پاې ته نۀ ده رسېدلې.

    پۀ دغه اغوا چې پۀ پښتو کښې ئې مونږ برمته کولو پېښوکښې يوه ستره پېښه داسد خان هم رامېنځته شوه. دے هم چې څنګه برمته شو نو سم دستي ورپسې قتل کړے شو. پکار خو دا وه چې يا خو دے تښتول شوے نۀ وے او کۀ برمته شو نو بايد روغ رمټ را خوشے شوے وے، مګر داسې خو ونۀ شو.

    اوس زۀ پوښتنه کوم چې پۀ دې ملک، ايالت او ښارکښې دا ناوړه کارونه څوک کوي؟ دا تښتونې او دا چاودنې څوک کوي او ولې ئې کوي؟ دا خلق چې دا کارونه کوي دا د څۀ لپاره کوي؟ دا زمونږ نه څۀ غواړي؟ ايا دا خلق دا کارونه پۀ مفت کښې کوي کۀ د دې حق الذمه اخلي؟ ايا دغه چاودنې چې دلته کېږي، دغه څوک کوي؟ ايا دا هم د سى پيک سزا ده او که بل څۀ دي؟ زۀ وايم دغه چاودنې، دغه تښتونې وغېره چې هرڅوک کوي بيا هم د دې ذمه وار رياست او حکومتونه دي ځکه چې هم دوي زمونږ اختيار پۀ لاس کښې لري. د دوي سره د دغه رياست اويا سلنه واک شته! چې هر څوک هرڅۀ کوي او زمونږ خلاف هرڅۀ کېږي مونږ ويشتل کېږو، مونږ مرو، کۀ مونږ برمته کېږو يا چاودنې وغېره کېږي د دې هرڅۀ ذمه وار د لوے واک خاوندان دي.

    پکار ده چې د ورته پېښو چې بېلګه ئې د شهيد اسدخان حادثه ده يا بې نمونه د چمن د لېويزهيډکوارټرد درويشتم مارچ د ماښام چاودنه ده چې پۀ کښې هم درې کسان شهيدان شول او تر پينځلسو نه زيات ژوبل شول. کۀ داسې بدو پېښو مخ نيوے ونۀ شي نو حالات نور هم لۀ بدو بد شي. کۀ چرې دغسې پېښې بيا هم تکرار شي نو د مېشتو قامونو پۀ دغه ملک باندې اعتماد ختم شي او خلق بۀ هجرت وکړي.

    پۀ چمن کښې د اتيا پۀ لسيزه کښې يو وار شهيد برات خان اچکزے وويشتل شو. د دې شهيد څخه وروسته نورې نورې پېښې هم وشوې. پۀ پوله هم څو څو واره د عوامو او اېف سي جنګ شوے دے چې پۀ کښې بلها خلق شهيدان شوي دي. بيا د ډاکټر صمد او د شهيد جېلاني خان پېښه رامېنځته شوه، بيا پۀ وکيلانو کښې د شهيد عسکرخان پېښه وشوه، بيا پۀ سپينه ورځ د مولوي حنيف شهيد پېښه تکرار شوه، د دۀ څخه مخکښې خدائي خدمتګار (ډي پي او) ساجد مومند قتل کړے شو. بيا د باډر د پرلت واقعه وشوه چې پۀ کښې هم بې ګناه خلق مړۀ شول. بيا پۀ چمن مال روډ باندې بم وچاودو چې پۀ کښې تر شلو پورې کوچنيان او لويان مړۀ شول، ورسره ورسره بيا دا ده پۀ چمن کښې بله چاودنه هم وشوه چې وينې ئې تراوسه بهېږي مګر خلق ئې بيا هم نا پېژنده دي.

    زۀ د دې ليکنې پۀ توسط د ملک داعلٰي چارواکو څخه پۀ ټينګه غواړم چې يا خو دې د چاودنو، تښتونو او ځان مرګو مخ نيوے وکړي او يا دې دې ته چمتو شي چې اولس بۀ ستاسو خلاف راوځي او پرلتونه بۀ وهي. کۀ چرې تاسو منع نۀ شئ بيا بۀ د هېواد پۀ پلازمېنه کښې پرلت وهي، بيا بۀ د هېواد پۀ هر لوے ښار،کلي او ناهيه کښې پرلت وهي، بيا به پۀ بازار پرلت وهي، بيا بۀ سکول يا ښوونځي پرلت وهي، بيا بۀ هرڅۀ پرلت پرلت وي او بل څۀ بۀ نۀ وي، خپله مقاله پۀ پاې کښې څو شعرونو سره پاې ته رسوم ۔ ۔ ۔ لکه چې وائي:

    ربه روح خضر راوبخښه و ماته

    سجدې بۀ همېشه کوم و تا ته

    ما هغه رنګين ګلان نۀ دي ليدلي

    پۀ مجبوب باندې خو مينه ښائي زياته

    خودا نزدې يم ساقي ستا د شربتو

    پۀ کوثر بۀ مې زام مينه نۀ شي ماته

    تکيه نۀ لرو بې پروردګاره

    پۀ درکه اوري نعرې فالو بلئ ته

    (شعرد ستر شاعر قاضي ملاعبدالسلام بابا، سوسن چمن مخ ٢٤٠)

  • اداريه – مارچ 2021ز

    اداريه – مارچ 2021ز

    ولې او پۀ کومه ګناه؟ زۀ جواب غواړم!

    د عوامي نېشنل ګوند بلوچستان صوبائي ترجمان اسد خان اڅکزے د تېر کال ستمبر مياشت کښې بې درکه شوے ؤ. د عوامي نېشنل ګوند لۀ خوا د هغۀ د بازيابۍ لپاره پۀ هر کچ اواز پورته کړے شو خو بېخي ئې پته و نۀ لګېده چې ځمکې وخوړو او کۀ اسمان راښکلو . بيا د فرروۍ پۀ دوويشتمه نېټه پۀ ټول ملک کښې د اسد خان اڅکزے او نورو بې درکه خلکو د بازيابۍ لپاره د ګوند لۀ خوا پۀ دوه پنځوس ځايونو کښې احتجاجونه وشول ، خو بيا هم څۀ پته و نۀ لګېده . اخر چې پۀ اوويشتمه فرورۍ د اسدخان اڅکزي پۀ اړه خبر راغلو خو دا خبر ډېر لړزوونکے ؤ ځکه چې د ګوند دغه مخکښه، ښائسته او ځوان مبارز پۀ سفاکانه توګه شهيد کړے شوے ؤ. دا خبر د ټول ګوند بلکې د هر قامپاله او هر انسان لپاره ډېر تريښ ؤ ځکه چې کۀ يو خوا شهيد اسد خان اڅکزے يو بې لوثه سياسي کارکن ؤ نو بلخوا ايله يوه اوونۍ وړاندې د هغۀ د بازيابۍ لپاره پۀ دومره لوے کچ احتجاجونه شوي وو. ايا دا د احتجاج جواب ؤ، ايا دا د غږ پورته کولو جواب ؤ؟ ګوند خو ډېر پۀ پرامنه او جمهوري توګه خپل کس غوښتلو خو پۀ بدل کښې ورته د خپل زيرک صوبائي ترجمان مړے ترلاسه شۀ . ځکه نو ملي مشر اسفنديار ولي خان دا پېښه زړۀ ماتوونکې، بې رحمه او ناقابل قبول وګرځوله او پۀ سپينو ټکو کښې ئې پۀ ډاګه کړه چې د ملکي وګړيو حفاظت د رياست او حکومت ذمه واري ده.

    د دې پېښې نه صرف يوه اوونۍ وړاندې د فرورۍ پۀ دوويشتمه نېټه اے اېن پي د ملک پۀ ګوټ ګوټ کښې د بې درکه کسانو پۀ حق کښې احتجاجونه وکړل. د ګوند مرکزي سينئير نائب صدر امير حېدر خان هوتي پۀ مردان کښې، مرکزي جنرل سېکتر ميا افتخار حسېن پۀ اسلام اباد کښې، صوبائي صدر اېمل ولي خان پۀ چارسده کښې، مشر حاجي غلام احمد بلور پۀ پېښور کښې، د اے اېن پي بلوچستان صوبائي صدر اصغر خان اڅکزے پۀ کوټه کښې او دغه شان د ګوند مختلفو مشرانو د سوات نه تر چمن پورې احتجاجونه وکړل. مردان کښې احتجاجي غونډې ته پۀ خپله وېنا کښې امير حېدر خان هوتي ووئيل چې د اے اېن پي بلوچستان وياند اسد خان اڅکزے د تېرو پنځو مياشتو راهسې بې درکه دے او د مړ ژوندي ئې هېڅ پته نۀ لګي. مرکزي سينئير نائب صدر ووئيل چې پۀ ملک کښې عدالتونه شتون لري او غوښتنه ئې وکړه چې د قانون ترمخه دې دغه خلک پۀ عدالتونو کښې وړاندې کړے شي . دغه شان صوبائي صدر اېمل ولي خان لاريون ته د وېنا پۀ مهال ووئيل چې رياست د وړو قامونو سره د مېرې مور سلوک کوي، مجبوره مياندې او خوېندې پۀ سړکونو خوارېږي او هېڅ څوک ئې تپوس نۀ کوي . صوبائي صدر ووئيل چې د ملک ائين يو فرد يا ادارې ته هم د چا د بې درکه کولو اجازت نۀ ورکوي . د اسد خان اڅکزے پۀ اړه ئې ووئيل چې تر دې دمه رياست د هغۀ پۀ بازيابۍ کښې ناکامه دے . اېمل ولي خان زياته کړه چې د دې ملک هر وګړي ته د خپلې دفاع کولو پوره پوره حق حاصل دے او ځکه ئې پۀ دغه مهال دا غوښتنه وکړه چې بې درکه خلک دې عدالتونو ته وړاندې کړے شي او چې څوک پۀ جرم کښې ککړ وي نو هغوي ته دې د قانون مطابق سزا ورکړې شي . اېمل خان دا هم غوښتنه وکړه چې قوم ته دې وضاحت وکړے شي چې اخر دا طاقتور خلک څوک دي چې قانون د پښو لاندې کوي او خلک بې درکه کوي . پۀ دې موقع اېمل ولي خان دا هم ګيله وکړه چې د ملک “مجبوره” عدالتونه هم د بې درکه خلکو پۀ بازيابۍ کښې بېخي ناکامۍ سره مخ دي . صوبائي صدر دا هم زياته کړه چې عوامي نېشنل ګوند بۀ پۀ ملک کښې د جمهوريت پۀ ځاے کولو او د مظلوم قامونو د حقونو لپاره خپل کردار ترسره کوي . کۀ د ګوند بيانيې او بيا پۀ دومره لوے کچ د بې درکه خلکو د بازيابۍ لپاره د ګوند لاريون ته وګورو نو پۀ ډاګه وئيلے شو چې پۀ موجوده دور کښې صرف عوامي نېشنل ګوند يو داسې پارلېماني، جمهوري او سياسي قوت دے چې ښۀ پۀ جار د ملک د وړو او مظلومه قامونو د حقونو خبره کوي . ورسره دا هم پۀ ډاګه ده چې اے اېن پي د اولس خپل، سوچه او مضبوط غږ دے ځکه چې پۀ يو غږ او پۀ يوه ورځ پۀ دوه پنځوس ځايونو کښې د بې درکه خلکو لپاره صرف هم دا ګوند نۀ صرف غږ پورته کولے شي بلکې پۀ زرګونو خلک پرې د خپل غږ وچتولو، اورولو او دنيا ته رسولو لپاره باور هم کوي . د بې درکه خلکو مسئله نۀ خو نوې ده او نۀ وړه ده ؛ د کلونو راهسې د امسئله روانه ده چې د نړۍ پۀ کچ نۀ صرف د ملک لپاره د بدنامۍ سوب ګرځي بلکې ورسره پۀ ملک کښې د جهموري ادارو پۀ کارکردګۍ هم سوالونه پورته کېږي او پۀ دغه ادارو د خلکو باور هم ورو ورو لۀ منځه ځي . بايد د اولس ستونزې، ستونزې ومنلې شي، بايد د وريتو پريتو مياندو او خوېندو چغې واورېدې شي، بايد مسئلې پۀ جمهوري ډګر او د پارلېمان لۀ لارې د هواري کوشش وکړے شي . اے اېن پي يو اوږد جمهوري تاريخ لري، بايد دا غږ واورېدے شي. نن د ملک د ټولو ادارو نه د ځوان شهيد اسدخان اڅکزے مړے تپوس کوي چې زۀ ولې، پۀ کومه ګناه ووژلے شوم؟ ما لۀ جواب راکړئ !

    د سېنېټ پۀ غوغا کښې د “انصاف” بولي

    نتيجه چې د سېنېټ ټاکنو هر څۀ وي خو يوه خبره لکه د نمر روښانه ده چې حکمران جماعت کومه خبره کړې ده نو د هغې اپوټه روان دے . کۀ پۀ سېنېټ کښې ئې پۀ ووټ خرڅولو شور جوړ کړے نو خپل کسان ئې پۀ ووټ خرڅولو کښې پۀ رڼا ورځ ګېر شوي دي، کۀ د پېسو د استعمال خبره ئې کړې ده نو پۀ دې مېدان کښې هم د هر ګوند نه مخکښې دے، کۀ د خپلولۍ خبره ئې کړې ده نو زياتره ټکټونه ئې د ګوند د مشرانو خپلو خپلوانو ته الاټ کړي دي، کۀ د مېرټ خبره ئې کړې ده نو د عمل کولو نه ئې پرې بېخي ډډه کړې ده، کۀ د اوپن بېلټنګ پۀ معامله ئې ټينګار کړے دے نو دليل خو څۀ چې د جمهوري رواياتو او ائيني لارو نه ئې هم سرغړونه کړې ده، د کال ۲۰۱۸ د سېنېټ لپاره د ووټونو پۀ متنازعه ويډيو ئې ځمکه سمان يو کړل خو بيا پته ولګېده چې قيصه څۀ ده نو هډو ځان ئې پرې شپېلے کړو . دملک د ټولو صوبوديو شان نمائندګۍ لۀ وجې سېنېټ ته درنښت لرل د وخت تو ټولو لوے ضرورت دے خو لۀ بده مرغه پۀ موجوده حکومت کښې دې ايوان باندې سمې لوبې وشوې. داسې ښکاري چې ښۀ پۀ سمي او وس باندې د دې ايوان د بدنامولو هڅې روانې دي . د ويډيو لۀ لارې ئې اولس ته وښودل چې څنګه د هغوي منتخب نمائندګان د هغوي د ووټ سره لوبې کوي، بيا ئې ټينګار جوړ کړو چې کۀ اوپن بېلټنګ و نۀ شو نو تباهي بۀ راشي . بله د زړۀ خوراک خبره دا ده چې پارلېمنټ شته، ائين شته خو بيا هم د کپتان حکومت پۀ ارډيننسونو د کارونو ويستلو زور لګوي . پۀ حکومت کښې ئې د جمهوري اقدارو دا حال دے چې فېصل واوډا ته ټکټ ملاوېږي خو پروېز رشيد پۀ شان سړے نااهله ګرځولے کېږي. بياپۀ متنازعه ويډيو کښې مخې ته د راتلونکي کسانو دريځ چا هم د اورېدو هڅه و نۀ کړه ؛ چا هم دا و نۀ پوښتل چې دا ويډيو چرته، چا، ولې او څنګه جوړه کړه؟ پېسې چا ورکړې، د چا پۀ مشوره ئې ورکړې او د څۀ غرض لپاره ئې ورکړې؟ . کۀ د حالاتو جائزه اخلو او پۀ ملک کښې جوړ سياسي، انتظامي او حکومتي تصوير ته ګورو نو څرګندېږي چې حالات بېخي سرچپه روان دي . وزيراعظم عمران خان چې څۀ وائي نو د هغې بېخي اپوټه روان پۀ نظر راځي . د ګرانۍ قابو کولو ئې وئيلي خو لا عمل ئې پرې نۀ دے کړے، پۀ مېرټ ئې ټينګار کړے خو د مشيرانو نه وزيرانو پورې او انتظامي عهدو نه سېنېټ ټکټونو پورې ئې لا پۀ يو ځاے کښې هم مېرټ ته عزت نۀ دے ورکړے . دا ملک دے څۀ اټۍ نۀ ده چې داسې پۀ قرضونو، دروغو او وچتو وچتو “پاڅولو” دې وچلولے شي . پۀ زور ووټونه خوکېدے شي، پۀ دړکه او دباو ججانو او عدالتي نظام نه د خپلې خوښې فېصلې خو اخستے کېدې شي، اپوزيشن پۀ اي سي اېل کښې پۀ نومونو اچولو وېرولے شي، پۀ زور باندې ارډيننسونه خو راوستے کېدے شي، پۀ چل ول او دوړه دباو ميډيا خو پښو ته غورځولې کېدې شي خو نۀ خو د اولس خولې بندېدې شي او نۀ ملک چلېدلے شي . کۀ د انصاف دعوېدار جماعت غواړي چې دا ملک وچلېږي، پرمختګ وشي، ګراني ختمه شي او ائين، قانون او سېنېټ ته خپل ځاے ترلاسه شي نو نۀ صرف ائين او پارلېمنټ ته بۀ درانۀ کتل وي بلکې خپله غلطي بۀ هم منل وي . پۀ ويډيو کښې ښکېل خپل ټول کردارونه بۀ رابرڅېره کول وي، پۀ سېنېټ کښې د “انصاف” بولي بۀ ودرول وي، د اولس غږ ته بۀ غوږ کېښودل وي او پۀ سياست، جمهوريت او جمهوري ادارو بۀ د تور پورې کولو نه ډډه کول وي . دا زوړ وخت نۀ دے چې اولس دې ناخبره وي؛ اوس بچے بچے پوهېږي چې پۀ دې ملک کښې جمهوريت او پارلېمنټ ولې او څۀ لپاره بدنامولے شي.