Tag: خدائي خدمتګار

  • د دردېدلي اجمل دردېدلې نغمې – عبدالحميد زاهد

    د دردېدلي اجمل دردېدلې نغمې – عبدالحميد زاهد

    د ژوبل احساس يو څو څړيکې، د زخمي غېرت يو څوغورځنګونه، د سرې وينې يو څو تړم څاڅکي، د اولسي جونګړو يو څو شنۀ اسوېلي، د غربت يو څو ترښې تجربې، د سرمائې يو څو ناکړدې، د اقتدار يو څو ړندې لتې او ورسره د پښتونولۍ احساس؛ چې دا هرڅۀ را يوځاے شي نو “د غېرت چغه” ترې جوړه شي. “د غېرت چغه” بېشکه چې اسماني صحيفه نۀ ده خو داسمانونو د خالق لۀ اړخه د زميني خدايانو پۀ ضد د بې وسه او ځپلي شوي دردېدلي اولس د زړۀ اواز ضرور دے. د غېرت چغه د مايوسۍ پۀ تيارو کښې د روښانه سباون زېرے دے. د غېرت چغه د غريب او باشعوره اولس د پرهر پرهر دردونو د پاره ټکور دے. د غېرت چغه يوه داسې سندره ده چې د بټۍ مزدور ئې واوري نو د ټولې ورځې ستوماني ئې ختمه شي او چې يو باشعوره زلمے ئې واوري نو وجود ئې غزونې وکړي او پۀ ذهن کښې ئې بلا سوالونه را پورته شي چې دا مونږ پۀ کومو کومو زنځيرونو تړلي شوي يو، مونږ ته د مخکښې تلو هره لاره نيولې شوې ده، څوک د مذهب پۀ نوم، څوک د قوميت پۀ نوم، څوک د وطن پۀ نوم مونږ مخکښې تګ ته نۀ پرېږدي، نو پۀ داسې حال کښې دغه زلمے پۀ دې وئيلو مجبوره شي.

    ډېر د دوران د دنيا

    پۀ رنګينو دهوکه شوم

    هم پۀ خوږو دهوکه شوم

    هم پۀ ترښو دهوکه شوم

    ډېر د حسين خوبونو

    پۀ تلوسو دهوکه شوم

    نور پۀ رنګينو نشو

    اودۀ کېدے نۀ شمه

    بس د دنيا پۀ نغمو

    نور ګډېدے نۀ شمه

    ساقي زما پۀ خوا کښې

    مۀ کړنګوه جامونه

    لر کړه دا چنګ و رباب

    مۀ سوزوه تارونه

    او چې چرته ئې پېغله واوري نو هغه ئې د خپلو خوبونو تعبير ګڼي او داسې ئې محسوسوي چې ګينې اجمل خټک دا سندرې زما لپاره ليکلي دي، ځکه چې پۀ دې سندرو کښې هرې پېغلې ته د خپلو ارمانونو او دردونو تصويرونه ښکاري.

    پټ پۀ پړوني کښې د حورو پېغلتوب د جينۍ

    لکه پۀ خوب کښې د جنت د وږمو خوب د جينۍ

    دا نغښتې څانګه د مستۍ نه زنګېده راتله

    لکه نشه د سرې پيالۍ نۀ ښکارېده راتله

    د زرکې تګ ئې دپېنزېبو انګازې هېرې کړې

    لنډ قدمونو ئې د زيراو بم پردې هېرې کړې

    د زړۀ درزا مې دلته جلته ساه راښکلې شوله

    چې دا مې خوا کښې تېرېده نو ساه نيولې شوله

    ما وې چې چغې به کړي ژاړي به تراښۀ به وائي

    زړۀ پۀ درزا شو چې خلۀ پرانېزي څۀ به وائي

    پېغلې ګلونه پۀ سينه قطارول قبرته

    پۀ ډډ اواز ئې دا څو ټکي اورول قبرته

    شهيده خور دې پۀ ګولو سوري ټټر نۀ قربان

    چې پرې اسونه دنګېدلي هغه سر نه قربان

    خدايه سپرلے کړې چې دا سرې وينې ګلونه شي بيا

    د خوېندو مېندو لوپټې سرۀ نشانونه شي بيا

    او کۀ چرته يو بې قراره او دردېدلے زړۀ دغه دردېدلې سندرې واوري کۀ هر څو د بېلتون پۀ زولنو کښې روست شوے وي يا د چا د بڼو پۀ غشو غلبېل غلبېل شوے وي يا د زلفو پۀ کړمار د ختلو نۀ وي يا پۀ دار د زنګېدو چل نۀ ورځي يا خپلې تراړې تراړې شونډې نۀ شي ليدے، د خپل درد د څړيکو نغمې جوړوي نو دردېدلے اجمل خټک هغه څۀ پۀ ښکلي انداز ګويا شي او دغه دردېدلے او بې قراره زړۀ داسې خاموش او پۀ ښائسته خوب اودۀ شي لکه يو ماشوم ته چې خپله مور الله هو شروع کړي او سترګې پټې کړي اودۀ شي.

    کۀ د چا زلفې ښاماران شي خوري دې

    زرګيه ستا دغه سزا ده، چپ شه

    کۀ د بڼو پۀ غشو ټول غلبېل شې

    د دغې لارې تقاضا ده، چپ شه

    کۀ د بېلتون پۀ زولنوکښې شې روست

    دچا د مينې تقاضا ئې ګڼه

    کۀ د خزان پۀ خنډ و ښار سورے شې

    د بهار زېرے پۀ خندا ئې ګڼه

    درد دې منمه خو زخمونه پټ کړه

    اوس د زخمونو د نغاړلو وخت دے

    کۀ ژاړې ژاړه خوپۀ زړۀ دننه

    دخلقو مخکښې د خندلو وخت دے

    د غېرت چغه صرف د اجمل خټک د دردېدلي ژوند تصوير نۀ دے بلکې دا د هردردېدلي انسان د دردېدلي ژوند تصوير دے؟

    او چې چرته پۀ ازادۍ مئين دا سندرې واوري چاچې ټول عمر د جبر پۀ تيارو کښې وخت تېر کړے وي قدم پۀ قدم لحظه لحظه هغۀ ته د خپلې ازادۍ احساس کېږې. د دغې حقيقي ازادۍ لپاره به دوي څومره سختۍ تېرې کړې وي څومره کړاوونه به ئې کړي وو او چې کله د ازادۍ نمر د دوي پۀ خاوره ښکاره شو نو د دوي د زړونو نه يو سوړ اسوېلے را پورته شو چې مونږ د کومې ازادۍ خوب ليدو د هغې تعبير خو بل شان شو او د زړۀ نه ئې داسې فرياد راوختو چې عرش ئې ولړزولو. دا ځانله خبره ده چې دغه ظالمانو کۀ هرڅو خپل غوږونه پۀ مالوچو بند کړي وو خو دا فرياد ؤ داسې چې پۀ دغه بندو غوږونو به ئې هم شور ورننوتو ځکه چې خالق د دردېدلي اجمل پۀ سندرو کښې داسې زور اچولے ؤ چې هغې به پۀ مخ د زمکې زلزلې راوستې.

    د لويو لويو قدرتونو ربه

    يوتمنا ده اوريدے شې کنه

    ستا د سکڼي سکڼي ماښام نه لوګے

    د چا د زړۀ لوګے ليدے شې کنه

    ستا د سيلو او طوفانونو پۀ مخ

    يو اسوېلے دې درلېږل ئې غواړم

    ستا د چپو چپو سيندونو پۀ مخ

    لېمۀ راډک شو څڅول ئې غواړم

    هسې نۀ چوڼ د خلې ويستل کفر شي

    هسې نه تا ته هم ژړېدل کفر شي

    دلته د ګېډې دوزخ تش ګرځوو

    هلته شو ستا د دوزخونو خوراک

    دلته د دغه قصابانو خوراک

    هلته د هاغه ښامارانو خوراک

    يا خو د زمکې پۀ دې ارته سينه

    ما ته خپل ژوند زما جنت را کړه

    يا د نهر دوزخي مرګ نه مخکښې

    د يوې چغې اجازت راکړه

    چې دا ستا اوږي ستا پۀ خوان ماړۀ کړم

    يا پۀ خپل ځان باندې کارغان ماړۀ کړم

    او چې څوک زلمے شاعر د دردېدلي اجمل خټک د سوز وګداز نه ډکې سندرې واوري نو د زړۀ نه ئې يو سوړ اسوېلے وخېژي او د ډېر افسوس نه پس ئې بې اختياره د خولې نه دا الفاظ راوځي چې اے کاش چې ما هم داسې د سوز نه ډکې نغمې وئيلے شوې، ما هم د سوز او پرهر پرهر زړونو د درزا نه نغمې جوړولے شوې، ما هم د نيمځالوسترګو اوښکې ساندې کولے شوې، ما هم پۀ خپلو سندرو د چا زخمي زخمي وجود ټکورولے شوې، ما هم د استبداد پۀ سترګو کښې سترګې اچولے شوې، ما هم د جبر د نظام دا بدرنګه څهره دې خپل ځپلي اولس ته ښکاره کولے شوې، ما هم د جبر دې نظام لۀ پۀ مخ څو څپېړې ورکولے شوې، خو نه، دا صرف دردېدلے اجمل خټک کولے شي، دا جرات دا غېرت د امن د فصاحت دا بلاغت دا لوړ تخيل صرف او صرف د اجمل خټک اعجاز دے. او د دې هرې نغمې د اجمل خټک نه خراج اخستے شوے دے. او د هر نوي نظم پۀ سبا هغه پۀ بندي خانو ګرځولے شوے دے. هم دې دردېدلو نغمو لۀ وجې د هغۀ ځواني پۀ جېلونو کښې ورسته شوه، پۀ هاغه وخت کښې بل داسې شاعر ؤ چې داسې ئې وئيلي دي؟

    نېکان نېکان غټان غټان پېدا دي

    دوي خو د ځايه جنتيان پېدا دي

    ځئ هغه خوارو له جنت وګټو

    څوک چې د موره دوزخيان پېدا دي

    چې دے راځي مونږ ورته خوار پراتۀ يو

    ځئ چې د هغې مرګي تان ته ورشو

    چې سبا بې کفنه مړۀ پراتۀ يو

    ځئ چې کفن پۀ سر مېدان ته ورشو

    اياز داودزے صېب وائي چې دغه اجمل، دغه د غېرت چغه اجمل، دغه د نيمځالې کونډې پۀ لېمو کښې اوښکې اجمل خداے پاک دومره دردېدو دومره کړېدو ته نۀ ؤ پېدا کړے. نازولے اجمل ددې لپاره پېدا ؤ چې د چا دنګې سپينې غاړې سره د لونګين پۀ ټال خپل فکر زنګوي، چې د چا تورو خماري سترګو کښې ئې د پېغلتوب شراب بې جام وکاسوڅښلي د هغۀ لۀ مينې ډک زړۀ هم ښائست مستي او د زلفو سوکو سره لوبې کول غوښتل خو د ناترسه زمانې څپېړو داسې اوترکړو چې دا هرڅۀ ورته خوب او خيال ښکاري. د هغۀ پۀ خيالونو د هغۀ پۀ نفسياتو هم دا يو خيال هم دا يوه چغه سوره وه چې د هغه ناترسه زمانې نه ئې خپل بدل واخستے چې د دۀ پۀ ژوند ئې لوبې کړې وې، چې د دۀ پۀ زلميتوب ئې ګوتې لګولي دي چې دے ئې د ژوند پۀ اوږو بار کړے دے چې د دۀ چاپېرماحول ئې ټول سلګۍ سلګۍ کړے دے چې کرلے فصل ئې ورته ټول ازغي ازغي کړے دے نو ځکه دغه ناترسه زمانې ته لکه د نر پښتون پتون وهي او وائي:

    اوس کۀ نر وي نو غوږونه دې خپل پرېکړي

    چې زما نغمه سړه نۀ شوله سره شوه

    کۀ مونږ د اجمل خټک د شاعرۍ پۀ فني اړخ خبره کوو نو دا خبره پۀ دعوې سره کولے شو چې اجمل خټک د خپل فکر د خپل اسلوب پۀ خپله خالق دے. د دۀ نه مخکښې مونږ ته پۀ پښتو ادب کښې داسې شاهکار نظمونه پۀ نظر نۀ راځي . پۀ دې خاطر مونږ اجمل خټک ته د پښتو د جديد نظم خالق وئيلے شو.

    همېش خليل صېب پۀ خپل کتاب “پښتانۀ ليکوال” کښې ليکي:

    پۀ حېث د شاعر اجمل خټک د بشري حقونو يو داسې علمبردار دے چې د خپلې انقلابي شاعرۍ پۀ ذريعه ئې د نسلي امتياز خلاف يوه داسې نعره پورته کړه چې وروستو بيا د غېرت چغه شوه. د انسان د لوټلې او لتاړ شوې طبقې يو داسې ترجمان دے چې د امريت او استحصالي نظام خلاف ئې خپل ټول عمر د خپل مقصد ترلاسه کولو پۀ هلو ځلو کښې تېر شو.

    دا هم يو حقيقت دے چې اجمل خټک د انساني ژوند د مختلفو شعبو او کائنات د وسعتونو سره د خپل فکري تړون پۀ وجه خپل شاعرانه فن يو داسې مقام ته ورسولو چې هم عظيم دے او هم بلند.

    اګر کۀ اجمل خټک هم يو وخت لکه د مشهور عالمي افسانه نګار ټالسټائي او شاعر ملټن د ادب لۀ دنيا نه سياست ته لاړ ولې نه خو ټالسټائي نه ملټن او نۀ اجمل خټک سياست کښې کومه داسې کارنامه وکړه چې پۀ سياسي تاريخ کښې نامدار پاتې شي . کۀ ټالسټائي ژوندے دے نو د خپلو افسانو اېنا کرېنيا پۀ وجه، کۀ ملټن ژوندے دے نو د خپلونظمونو پۀ وجه. هم دغه شان اجمل خټک به “د غېرت چغه” او د خپلو اکثرو افاقي نظمونو پۀ وجه ژوندے وي.

    خوبل طرفته د اجمل خټک يو بل هم عصر ليکوال خداے بخښلے ايوب صابر پۀ خپل کتاب جديد پشتوادب کښې ليکي:

    “اجمل خٹک صرف شاعر نہیں، ایک جانے پہچانے ادیب، باشعور قوم پرست، صحافی اور منجھے ہوئے سیاستدان بھی ہیں۔ وہ اس وقت بھی ایک بیدار سیاسی شعور کے مالک تھے جب عملی سیاست سے انکو کوئی سروکار نہیں تھا اور روزگار کے سلسلے میں ریڈیو پاکستان پشاور سے وابستہ تھے۔ اس بیدار سیاسی شعور نے انکو ریڈیو سے جیل پہنچایا اور اس کے بعد جیل کی چاہت ان کو کچھ ایسی لگی کہ دور میں جیل جاتے رہے۔ اور یوں ان کا فن نکھرتا رہا اور اس میں کوئی شک نہیں کہ جیل کی زندگی نے ان کی صحت کو خراب کرکے رکھ دیا اور ان کے خاندان کو ہمیشہ پریشانیوں میں مبتلا کئے رکھا مگر یہ بھی صحیح ہے کہ ان کو قید و بند کی صعوبتیں نہ برداشت کرنی پڑتیں تو وہ آج ریڈیو پاکستان پشاور کے ایک سکرپٹ رائٹر ہی ہوتے اور ان کا ادبی اور سیاسی قد اتنا نہ بڑھتا جتنا کہ جیل کی صعوبتیں برداشت کرنے کے بعد بڑھا ہے ۔ اجمل خٹک کو اپنے فن کی عروج پر سیاست نے ہی پہنچایا اگر وہ جیل نہ جاتے تو “دا زہ پاگل وم” جیسا دل دہلا دینے والا رپورتاژ نہ لکھا جاتا اور پشتو شاعری اس آواز سے محروم رہتی جو اجمل خٹک کے حلق سے جیل کی صعوبتیں برداشت کرنے کے بعد نکلی اور پورے پختونخوا میں کچھ اس طرح سے پھیل گئی کہ کئی نوجوانوں نے ان کی تقلید کو وظیفہ حیات بنا لیا”۔

    ما د ژوند لوبه د عشق په جنون وکړه

    پرېږدئ ما چې دې صحرا کښې لېونے شم

  • خدائي خدمتګارتحريک او پښتون قومي افسانه – پروفېسر ډاکټر محمد زبېر حسرت

    خدائي خدمتګارتحريک او پښتون قومي افسانه – پروفېسر ډاکټر محمد زبېر حسرت

    دې مقاله کښې زمونږ غرض د خدائي خدمتګار تحريک د اثر لاندې پښتون قومي افسانې سره دے. سره د دې چې د هند نورې ژبې لکه بنګالي،ګجراتي، مرهټي او اردو وغېره پۀ خپلو خپلو علاقو کښې د تعليم ذريعې (Medium) وې نو د هغوي د ترقۍ کولو جواز واضحه دے خو ولې پښتو پۀ هر لحاظ د حکومت او خپل اولس لۀ خوا رد کړې شوې وه خو بيا هم دغه ژبې خپل وجود برقرار وساتلو او پۀ دې کښې د خدائي خدمتګار تحريک لوے لاس ؤ چې پښتو ژبه ئې د پرمختګ پۀ لور روانه وساتله.

    د خدائي خدمتګار تحريک ترجمان “پښتون” پښتو له پۀ وده ورکولو کښې ډېر اهم کردار ادا کړے دے او دغه مجلې وخت پۀ وخت د سياسي، علمي، ادبي او مذهبي مضامينو ترڅنګ افسانې او ډرامې هم شائع کړي دي چې غرض ئې زيات نه زيات قومي اوسياسي ؤ او يا بيا اصلاحي. مرحوم پروفېسر ډاکټرمحمداعظم اعظم پۀ دغه لړکښې ليکلي دي چې:

    “د کال ١٩٣٠ز او کال ١٩٤٠ز ترمېنځه “پښتون” کښې وخت پۀ وخت افسانې هم وليکلې شوې ولې مونږ لا پۀ دې بحث کښې پرېوتل مناسب نۀ ګڼو چې دغه افسانې د فن پۀ تله پوره افسانې وې کۀ نا؟”

    د رضا همداني خيال دا دے چې پښتو افسانه د کال ١٩٤٧نه پس پېدا شوې ده هغه ليکي چې:

    ” د استاذ راحت اواز لکه د بېديا اواز ؤ چې دفضا پۀ چپو کښې ورک شو هرکله چې پښتو ادب سياسي تحريکاتو نه متاثره شوے دے او د برصغير د ازادۍ تحريک نه خو د پښتوادب يوه ګوښه هم داسې نۀ ده چې متاثره شوې نۀ وي، د هندوستان د وېش نه اګاهو اباسين نه اخوا د کانګرس تحريک د اثر لاندې د هرې طبقې ليکونکيو سياسي او نيم سياسي ادب پېدا کړے ؤ او د هغې دور د ادب هر صنف کښې سياست ځلېږي خو پښتو افسانه کښې د افسانې اثر خو پرېږده چې هډو افسانه چا ليکلې هم نۀ وه”.

    خو پروفېسرافضل رضا د دغه خيال د غلط ثابتولو لپاره د ځينې مشهورو افسانو يو فهرست سره د نېټو او سره د ليکوالو د نامو ورکړے دے چې دغه وېنا باطله ثابتوي، ليکي:

    د کال ١٩٤٢ز نه تر کال ١٩٤٩ز پورې چې کومې افسانې شائع شوي دي د يو څو تفصيل ئې دا دے:

    بې ګناه قېدي- ميا سيدرسول رسا، نن پرون ډيلي جولائي ١٩٤٢ز

    د مهابڼ شپونکے – مياسيد رسول رسا، نن پرون ډيلي اکتوبر ١٩٤٢ز

    مېرني وروڼه – مولانا عبدالقادر، نن پرون ډيلي اګست ١٩٤٢ز

    بهادره پښتنه – بېګم فقيراحمد، نن پرون ډيلي جنوري ١٩٤٤ز

    دزړۀ رنځ – تحسين الدين ، نن پرون ډيلي جولائي ١٩٤٤ز

    ميراته – امير حمزه خان شنواري، نن پرون ډيلي جولائي ١٩٤٤ز

    او دغسې عدالت – د اباسين پۀ غاړه – د يتيم خوب – ولوږه – پرده – رقاصه وغېره.

    پروفېسر ډاکټر محمد اعظم اعظم ليکي چې:

    “د پښتو دوېم لوے افسانه نګار ميا ازاد ګل کاکاخېل (د سيده بشريٰ بېګم پلار) دے چې “د مړي پېغام” نومې اصلاحي افسانه ئې پۀ خپل مياشتينۍ “افغان مردان” کښې پۀ اګست ١٩٢٦ز کښې شائع کړې ده.

    هم پۀ دغه دور کښې د بدرښو سربلندخان هم افسانې ليکلي چې پۀ دغه “افغان” کښې شائع شوې دي (پښتو افسانه مخ ١٠١)”

    وړاندې ليکي:

    “د پښتو درېم مشهورافسانه نګارچې د کال ١٩٢٢ز نه ئې افسانې ليکل شروع کړي وو ماسټر عبدالکريم ؤ. ښاغلي ډېر پۀ اثرناک ډول د پښتنو د معاشرې د ځينې اړخونو کاميابه عکاسي کړې ده.”

    ماسټرکريم پۀ ازاد سکول اتمانزو(چارسده) کښې زده کړه کړې وه او بيا هم پۀ دغه سکول کښې د ښودونکي پۀ توګه مقرر شوے ؤ او نو ځکه د ماسټر پۀ نامه ياد ؤ . د “پښتون” مجلې لپاره به ئې مضامين هم ليکل او افسانې او تکلونه به ئې هم ليکل.

    عبدالخالق خليق:

    “پښتون” لکه چې وړاندې ورته اشاره وشوه، د پښتون قوم او پښتو ژبې ډېر زيات خدمت ئې کړے دے او پۀ خلقو کښې ئې د پښتو ليکلو او لوستلو ذوق پېدا کړے دے. يو وخت داسې ؤچې د پښتونخوا د سر سر شاعرانواو ليکوالو سړو او زنانو به دې مجلې ته خپل تخليقات را لېږل. د پښتو ادب مشهور شاعران لکه سيد رسول رسا، اشرف مفتون، عبدالاکبرخان اکبر، فضل حق شېدا، عبدالمالک فدا، عبدالحنان بجلي، شاد محمد مېږے، مرزا تاج محمد خاموش، طورسم خان کاکا د دوه سرو، ستي خان، ملک شېرعلي خان، سعادت خان جلبل، فضل الرحيم ساقي، الف جان خټکه، سيده بشري بېګم ،عبدالخالق خليق او نور ډېر. عبدالخالق خليق چې پۀ خپله يو ښۀ شاعر او غوره نثرنګار ؤ د “پښتون” مدير پاتې شوے دے. عبدالخالق خليق د پښتو ځينې افسانې او تکلونه هم ليکلي دي لکه چې مرحوم پروفېسر ډاکټر محمد اعظم اعظم ئې يادونه کړې ده او د “پښتون” مجلې د وړومبنوشپږو اتو کالو دننه ئې دعبدالکريم مظلوم، عبدالخالق خليق او ماسټرعبدالکريم نومونه د خدائي خدمتګار تحريک دافسانه ليکونکو پۀ لړکښې کړے دے.

    پروفېسر ډاکټر محمد اعظم اعظم مرحوم دعبدالخالق خليق د افسانه نويس پۀ حقله يادونه پۀ خپله د پي اېچ ډي پۀ مقاله”پښتوادب کښې کردار نګاري” کښې داسې کړې ده:

    د “پښتون” د دور پۀ افسانه ليکونکو کښې د نورو نه علاوه د ماسټرعبدالکريم، عبدالخالق خليق او عبدالکريم مظلوم نومونه ديادولو جوګه دي .

    هغه تکلونه يا افسانې چې لا نومونه ئې موجود دي او عبدالخالق خليق ليکلي دي د ځينونامې دلته ليکم. دېرش روپۍ من، الېکشن، د يو خط جواب، زما ټيلي فون، تۀ بيا زما نه ووټ غواړې؟ او ځينې نور تکل نما ليکونه دي چې افسانوي خصوصيات هم لري نو پۀ دې وجه نۀ خو پوره افسانې دي او نۀ تکلونه دي.

    ماسټرعبدالکريم:

    دخدائي خدمتګار تحريک دننه او د پښتو د افسانې نه افسانه جوړونکے افسانه ليکونکے ماسټرعبدالکريم دے. ماسټر عبدالکريم د اتمانزو اوسېدونکے ؤ.

    پۀ خدائي خدمتګار تحريک کښې د ماسټر عبدالکريم ډېر ځلانده رول ؤ. پۀ پښتون رساله کښې به ئې د “نننۍ دنيا” پۀ سرخط کالم ليکلو او پۀ ادبي ټولنو کښې به ئې هم شرکت کولو. ماسټر عبدالکريم د نورو اثارو نه علاوه د اصنافو او تکلونو يوه مجموعه “جولۍ ګلونه” مرتب کړې ده چې پۀ اول ځل پۀ کال ١٩٥٧ز کښې چاپ شوې ده او اوس پۀ دوېم ځل پۀ کال ٢٠٠٦ز کښې شائع شوې ده.

    ښاغلے اشفاق احمد وطن يار د ماسټر عبدالکريم د افسانه نګارۍ پۀ لړکښې ليکي چې:

    “د ماسټر عبدالکريم افسانې به د خدائي خدمتګار تحريک نمائنده رساله “پښتون” کښې وخت پۀ وخت چاپ کېدلې چې وروستو ماسټر صاحب دغه افسانې پۀ کتابي شکل کښې د “جولۍ ګلونه” پۀ نامه پۀ کال ١٩٥٧ز کښې چاپ کړې چې ترننه پورې پۀ پښتو ادب کښې ثاني نۀ لري. او د پښتو افسانو پۀ ارتقاء کښې يو بنيادي حېثيت او لوړ اهميت لري چې د دې نه د پښتو ادب يو طالب علم هم سترګې نه شي پټولے. د دې خبرې دروندوالے د اعظم صاحب د دې خبرې نه هم لګي هغه ليکي چې:

    د “پښتون” د دور د نورو افسانه ليکونکو نه کۀ څوک سترګې واړوي نو وابه ړوي، خو د ماسټر عبدالکريم نوم چې د يو غرغوندې پۀ لار کښې ودرېږي نو بيا ترې پۀ اسانه تېرېدل ګران شي”.

    د ماسټرعبدالکريم د فن او د هغوي د افسانو پۀ اړه د مرحوم اعظم صاحب د رائې او خيالاتو نه څو کرښې وړاندې کوو، ليکي چې:

    “د پښتوافسانې د ارتقاء پۀ لار کښې د ټولونه اول چې کوم لوے نوم راځي نو هغه ماسټرکريم دے. پۀ پښتوادب کښې چې ښاغلي راحت د کوم نوي صنف رده کېښوده، پۀ هغې باندې د هغۀ او پۀ هغۀ پسې د راتلونکي وخت د پښتنو د نوي تعليم د نوي تعليم يافته ډلې ليکونکو پۀ خپل خپل انداز کښې د نوو تکنيکي اصولو پۀ رڼا کښې ليک ته ګوتې واچولې او ماسټرعبدالکريم پۀ دغو کسانو کښې اولنے ليکونکے دے چا چې د پښتو افسانې د مملکت نه يوه شعوري او انقلابي کرښه را تاوه کړه. پۀ “پښتون” کښې د ماسټرکريم فکاهي کالم “نننۍ دنيا”کۀ يوخوا پۀ پښتون صحافت کښې ديو نوي طرز ابتداء وکړه نو بلخوا د پښتو افسانې د خړپوسو پۀ دغه دوره کښې د ماسټر کريم افسانوي زيارونو هم خپل تاريخي کردار ترسره کړو”.

    د پښتو ژبې لوے شاعر، اديب او افسانه ليکونکے اجمل خټک د ماسټر صاحب د نثر ستائنه داسې کړې ده:

    “دا چې د ورايه ورته ګورې نو تۀ به وائې چې چا د پښتو ژبې ښائست پۀ ګوته راټول کړے دے او د فن پۀ چوکاټ کښې ئې ترې نه د ادب د ښکلا نمونې سازې کړي، دا چې پۀ وړومبي نظرئې ولولې نو وائې به چې سوچه پښتو خوږه همواره او روان ترکيبونه چا د تخيل پۀ رنګينه مزو کښې داسې پۀ هنر پېرلي دي چې لکه د پېغلې ښاپېرۍ پۀ اوږدو رېښمينو څڼو کښې چا پۀ مکېز مکېز د رامبېل چامبېل ګلونه ټومبلي وي. دا چې پۀ لوستو ئې شروع شې نو داسې به خوند درکوي لکه دنګې ډېرې دنګې شوې پۀ وچته څانګه کښې چا د رېښمينو د نرمو پستو لړو ټال اچولے وي او تاته پرې د سحر پستې وږمې پۀ خوند خوند جوټې درکوي ولې چې پۀ ځېر ورته وګورې نو د ژبې د حسن او د فن رنګينو لاندې به درته د خپل غريب او بې وزله قام ژوبل تندے او زخمي زړۀ داسې پۀ وينو ککړ وښکاري لکه د ګلاب د خندا لاندې د هغۀ زخمي زخمي پۀ وينو کښې ډوب زړګے.

    ماسټر صاحب دې ته افسانې وائي ولې حقيقت دا دے چې دا د پښتون د زړۀ چاودي ژوند او د ماسټر صاحب د ژوبل احساس نه جوړ شوي د وخت د حقيقتونو هغه ژوندي تصويرونه دي چې کوم پښتون ئې ګوري نو وائي به چې زۀ يم او زما ماحول دے” . د اجمل خټک: ليک “دځولۍ ګلونه” ديباچه، مخ ١٣،١١ ،٢٧

    د “يتيم اختر”، بيګار”، ” ليکوال مړ شو” او “ړنده باچائي”، د تاثر او پلاټ لۀ رويه د وچتې پاې معياري افسانې دي خو دکردارنګارۍ پۀ توګه “دوه خدائي خدمتګار” او “سور د پرېوتو دے” د يادولو جوګه قيصې دي.

    حقيقت خو دا دے چې خدائي خدمتګار تحريک چې يو ماسټر عبدالکريم پېدا کړے دے نو دا ئې پۀ پښتو ادب او پۀ خصوصي توګه پۀ پښتو افسانه ډېر لوے احسان دے.

    سيدميرمهدي شاه مهدي:

    سيد ميرمهدي شاه مهدي يو عالم فاضل، مشهور صحافي، يو انقلابي او سياسي شاعر او پوخ خدائي خدمتګار ؤ. پۀ دغه لاره کښې ئې ډېر قېدونه تېر کړي دي خو چرې هم د خپل مرام او مشن نه پۀ شا شوے نۀ دے. سيد ميرمهدي شاه مهدي د يو ښۀ افسانه نګار پۀ توګه هم ياد دے.

    د دوي د افسانوي مجموعو يادونه ډېره ضروري ده ځکه چې دوي پۀ پښتو کښې زياتې افسانوي مجموعې مرتب او شائع کړي دي. پروفېسر ډاکټر محمد زبېر حسرت ئې دکتابونو تذکره پۀ دا ډول کړې ده.

    “مهدي شاه باچا بنيادي طور يو شاعر او د فخرافغان عبدالغفارخان سره د ډېرې مينې او کلک تړون لۀ رويه يو سپېځلے خدائي خدمتګار او ډېر ښۀ قامي افسانه نګار ؤ چې پۀ شعر و افسانه کښې ئې د خدائي خدمتګار تحريک سره د تړلو موضوعاتو يوقامي رنګ جوت برېښي. د دوي دافسانو شپږ مجموعې: نشان ١٩٥٦ز، دبوډۍ ټال ١٩٥٨ز، پت ١٩٥٩ز، لاله ګلونه ١٩٦٩ز، تور داغونه ١٩٧٩ز، د قيامت نخښه ١٩٩٤ز چاپ شوي دي. پۀ دې افسانوي مجموعو کښې د وروستۍ مجموعې د “قيامت نخښه” نه علاوه پينځۀ واړه افسانوي مجموعې د افغانستان تکړه محقق، نقاد او افسانه نګار ښاغلي زرين انځور تدوين کړي او د خپلې مفصلې سريزې سره ئې پۀ يو کتاب “د مهدي داستاني کليات” کښې راغونډې کړي او د افغانستان ليکوال انجمن لۀ خوا ئې پۀ دولتي مطبع کښې پۀ ١٩٨٨ز کښې چاپ او خورې کړې دي.

    د مهدي شاه باچا يوه شعري مجموعه پۀ کال ١٩٦٥ز کښې چاپ شوې ده… يو کتاب “د سورة فاتحه تفسير” پۀ نامه پۀ کال ١٩٦٤ز کښې او د حضرت امام حسېن(رض) پۀ حقله ئې بل کتاب د “مظلوم امام” پۀ نامه پۀ ١٩٦٦ز کښې د پېښور نه چاپ او خوارۀ کړي دي”.

    د مهدي شاه مهدي باچا تقريباً ټولې افسانې يو مخصوص نظرياتي رنګ لري او دغه د خدائي خدمتګار دتحريک سره وابستګۍ وجه ده. هغه دغه تحريک نه اخوا دېخوا کيدل نۀ مني. پروفېسر ډاکټر محمد اعظم اعظم خپله د پي اېچ ډي مقاله کښې د سيد ميرمهدي شاه مهدي پۀ فن داسې ليکل کړي دي:

    “د ازادۍ نه پس چې کوم نوموړي افسانه ليکونکي راوړاندې شول پۀ هغو کښې د ميرمهدي شاه مهدي نامه د باقاعده افسانه نګارانو پۀ سر کښې راځي. دښاغلي مهدي د چاپ شوو افسانو او افسانوي مجموعو شمېر پۀ نورو ورتېر دے. ښاغلے مهدي د ژوند او ادب پۀ حقله يو مخصوص تړلے او پوخ اولسي او سياسي شعور لري، د هغۀ قلم پۀ ادب کښې د سپورو او ترخو حقيقتونو ترجمان دے او د يو نظرياتي انسان پۀ نظر چې هغه پۀ خپل چاپېرچل او محيط کښې څۀ ليدلي او محسوس کړي دي هم هغې له ئې د افسانې رنګ ورکړے دے، دغه وجه ده چې د مهدي پۀ اکثرو افسانو باندې د حقيقت ګمان کېږي او د هغۀ پۀ افسانو کښې د ادبي او تاريخي واقعيت ترمېنځه بېلتون ګران شي، هم لۀ دغې کبله د مهدي د افسانو کردارونه مونږ ته د افسانوي مخلوق نه زيات د خپل کور کلي ليدلي کتلي بنديان ښکاري او د خپلو کردارونو پۀ حقله نۀ مهدي پۀ خپله تېروتلے دے او نۀ ئې د خپلو لوستونکو د تېر اېستلو کوشش کړے دے”.

    د سيد ميرمهدي شاه مهدي د افسانو د اولنۍ مجموعې “نشان” پۀ پېش لفظ کښې ستر شاعر او اديب ښاغلے امير حمزه خان شينواري د مهدي د فني او ادبي نظريې پۀ حقله د سرخ پوش ادب (خدائي خدمتګارتحريک سره وابسته ادب) پۀ حواله داسې وضاحت کوي:

    “د پښتو ادب پۀ څېره کښې “سرخ پوش”ادب هم څۀ کم ښائست نۀ دے پېدا کړے. د پېرنګي د جابر حکومت پۀ وجه چې د “روه” پښتون اولس کښې کوم ردعمل پېدا شوے ؤ او هغه د باچاخان پۀ قيادت کښې د هغۀ خلاف کوم جهاد کړے ؤ، هغه د پښتو ادب پۀ عمارت کښې د يوې اهمې ردې حېثيت پېدا کړے دے. د ښاغلي مهدي شاه مهدي د افسانې کړۀ وړۀ کټ مټ پښتني دي، تاسو به پۀ دې افسانو کښې وګورئ چې ښاغلي مهدي د پښتنو ملي جذبات، احساسات او نفسيات څومره پۀ ښکلي اوښۀ طريقه څرګنده کړي دي”.

    محترم اجمل خټک د سيد ميرمهدي شاه مهدي دفن ستائنه کړې ده او د هغوي د افسانو مقاصد او اغراض ئې هم واضحه کړي دي. اجمل خټک د مهدي باچا د تحريک سره د ملګرتيا او عزم تذکره هم کړې ده او د باچاجي د افسانو ځينې خصوصياتو ته ئې هم اشاره کړې ده. اجمل خټک د مهدي شاه باچا د افسانو پۀ تعريف کښې ډېر څۀ ليکلي دي چې څۀ مختصره شان تبصره ئې رانقل کوو.

    “سيدميرمهدي شاه يو ښۀ شاعر، لوے ليکوال، نامتو جرنلسټ او بيا پۀ تېره تېره سترافسانه ليکونکے دے چې ګرده لر و بر پښتونخوا ئې پېژني او د قلم او فن مننه ئې کوي. دۀ لکه چې جوته ده چې دننني پښتو ادب پۀ هر صنف کښې ليکل کړي دي او د صحافت مېدان کښې ئې د “ترجمان افغان”، “انجام” او “غنچې” نه پرته پۀ خصوصيت سره د “رهبر” د مجلې پۀ ذريعه د پښتو ژبې، ادب اوجرنلزم کوم خدمت کړے دے هغه د پښتو يوه مثالي کارنامه او د ادب لويه پنګه ده خو نوموړي چې پۀ خصوصيت سره د پښتو لنډې قيصې پۀ مېدان کښې کوم فن او ادب پېش کړے دے ، پۀ دې د هغۀ شمله پۀ دې مېدان کښې د خپل ننني دور او تېر وخت تر ټولو ليکوالوجګه ده.

    مونږ وئيلے شو چې دمهدي شاه باچا افسانه دنن پۀ ائينه کښې د پښتنو مبارزه ده. زۀ يقين لرم چې څومره وخت تېرېږي او د ملي احساس او طبقاتي مبارزې شعور زېاتېږي نو د سيد ميرمهدي شاه دلنډې قيصې قدر او وزن او ورسره به دباچا شخصيت نور هم پياوړے کېږي . کۀ نن مونږ د دنيا دژوندۍ افسانو پۀ صف کښې د مهدي افسانه پۀ وچتو سترګو کېښودے شو نو سبا دا لنډه قيصه د فن او ادب پۀ اسمان کښې د لوړو ادبي شهکارونو پۀ څنګ کښې ځلېدونکې ښکارېدے شي او پۀ دې صرف مهدي او کوزه پښتونخوا نا، مونږ ټول لر و بر او دژوندي ادب مئينان نازکولے شو”.

    دغه اقتباس کښې دسيدمهدي شاه مهدي دفن او دهغۀ دافسانه ليکنې پۀ باب ډېر څۀ بيان کړے شول او د خټک صاحب د دغه رايې نه پس د نور څۀ وئيلو خو ضرورت نشته.

    د سيد ميرمهدي شاه مهدي پۀ پښتو افسانه کښې چې کوم لوړ مقام دے نو قلندر مومند د “پت” پۀ پېش لفظ کښې ئې ډېر پۀ تفصيل سره بيان کړے دے او د هغوي د افسانو خصوصيات ئې پۀ ګوته کړي دي. دقلندر مومند رايې پۀ دې وجه هم د اهميت وړ ده چې قلندر مومند پۀ پښتو کښې کومې افسانې ليکلي دي نو هغه پۀ هرلحاظ د عالمي ادب د افسانو سره سمون خوري. قلندر مومند ليکلي دي چې:

    “ما د”موضوع” ذکر مخکښې ځکه وکړو چې د مهدي او د هغۀ دنورو “غېرافسانوي” ذهن لرونکو ملګرو غوندې زۀ هم افسانه کښې او يواځې افسانه کښې نۀ بلکې عام طور سره هره فن پاره کښې، موضوع ته اهميت ورکوم او دا ځکه چې زمونږ پۀ “غلط”خيال ادب د وخت تېرولو لپاره او محض د زړۀ خوشحالولو لپاره او لوستونکي پۀ ذهني فريب کښې دغورځولو لپاره يوه دلچسپه ذريعه نۀ ده. زمونږ پۀ رايې کښې دکتاب پۀ دوه پنځوسو پاڼوکښې او د تاش پۀ دوه پنځوسو پاڼو کښې ډېر لوے فرق دے . مونږ افسانه د حجرې دګرمولو نه زياته د زړۀ د ګرمولو لپاره د استعمالولو قائل يو. زمونږ کوشش دا دے چې افسانه د بهرام شهزاده او د سېف الملوک د چين او روم نه د پښتنو ملک ته راولو. اميرحمزه د غريب حمزه پۀ شکل اولس ته پېش کړو او د ترابان دېو پۀ ځاے هغه دېو افسانو کښې متعارف کړو چې زمونږ د اولس پۀ ذهنونو د جهالت، ظلم زياتي او استحصال پۀ شکل کښې قابض دي او د خوشحالو “ګل اندامه” ترې هره ورځ تښتوي. د دېو د روايتي کردار پۀ ځاے د يورپ د سپين دېو او دهغۀ د سامراجي طلسم کړۀ وړۀ پښتنو ته وښايو.

    مونږه افسانه د يوې “باګي ملو”، “سبز پري” ،”انجمن ارا”، “حسن بانو” او “ګل اندامې” د حاصلولو لپاره دانسانانو او دېوانو تر مېنځه د يو “مصنوعي جنګ” د مړ ژوندي بيان نه ډېره وچته د خپلواکۍ حاصلولو او د خوشحاله ژوند تېرولو او د قام او ملک د ښېرازۍ لپاره د هغه عظيم جدوجهد روداد ګڼو، چې پښتنو د هند پۀ ځمکه د پېرنګيانو د منحوس قدم د لګېد نه پس پۀ خپلو وينو ليکلے دے . نو ظاهره ده چې د داسې افسانې لپاره د ټولو نه اهم شے موضوع ده”.

    حقيقت نګاري د مهدي د فن د باريکو ،خوبو او وچت والي دګڼو صفتونو لپاره دهغۀ مختصر نوم دے چې د هغۀ پۀ فن الزام لګونکو هغه ته ورکړے دے او زما د عقيدې مطابق دا هم هغه شے دےچې د ادب پۀ دوکان کښې د اپيمو کاروباريان او ريښتوني اديبان لۀ يو بله بېلوي. حقيقت نګاري دهغه کسانو خاصيت وي چې د اولس پۀ نبض ئې ګوتې وي چې حقيقتونه ورته معلوم وي چې تور او سپين پېژني او شکر دے چې مهدي کښې د رنګونو دا شعور شته، هغه چې پۀ تور او سپين پوهه دے نو سرۀ شنۀ ئې لۀ حقيقت نۀ شي جارباسلے، شايد هم دغه وجه وي چې ځينې خلقو ته د هغۀ افسانې “غوړې” نۀ ښکاري.

    د هغۀ قلم سپور دے ، ځکه چې د سپور حقيقت ترجمان دے. هغه د سپورو پښتنو د خدوخال ښکاره کولو لپاره د تخيل د”دساور” نه غوړ نۀ درامد کوي، کۀ هغه وغواړي نو دا څۀ دومره ګران کار نۀ دے خو بيا به هغه حقيقت نګار نۀ وي ځکه چې حقيقت نګاري او نقش ونګار دوه متضاد څيزونه دي . زۀ فکر کوم هغه خلقو ته چې د مهدي قلم سپور ګڼي . دا خبره ولې حېران کوونکې ښکاري، کۀ دا خلق دتخيلاتو ددنيا نه د يوې لحظې لپاره د بهر راتلو کوشش وکړي او د ځان نه ګېر چاپېره نظر واچوي نو پۀ دې به پوهه شي چې دمهدي شاه خطا کېدونکے نظر هم د دوي د معاشرې سپور مخ څرګند کړے دے. کۀ معاشره “بې غوړو” ده نو پۀ دې کښې د مهدي څۀ قصور دے؟ تاسو د مهدي د معاشرې نه دا ټول سپورتوب، ټول تريښ والے او ټول ازغي وباسئ او بيا وګورئ چې د مهدي قلم څۀ کوي؟ مهدي دمعاشرې عکاسي کوي او چې ترڅو معاشره داسې وي نو د مهدي بيان به سپور وي . کۀ څوک د کوره کوږ مخ را وړي نو ائينه کښې خو به ورته خامخا کوږ ښکاري”.

    غرض دا چې سيد مهدي شاه مهدي پۀ پښتو افسانه کښې د مقدار او معيار پۀ لحاظ ډېره اضافه کړې ده او د ټولو نه اهمه خبره دا ده چې باچاجي پۀ پښتو افسانه کښې د خدائي خدمتګار تحريک سره وابستګي لرونکي کردارونه ژوندي کړي دي.

    اجمل خټک:

    راقم خپل کتاب “د وروستي سپرلي نرګس” کښې ليکي چې :

    “اجمل خټک مرحوم هم د باچاخان پېروکار، يو انقلابي شاعر، اديب، محقق، افسانه نګار او د پوخ سياسي بصيرت لرونکے د کوټلې جذبې او سپېځلي احساس لرونکے يو لوے انسان او پۀ اولس کښې د باچاخان بابا د قامي شعور د روح پوک وهلو لوے علم برادر ؤ. او دغه ټولې هڅې ئې يو پله کۀ پۀ شاعرۍ کښې څرګندې برېښي نو بل پله پۀ نثر او خصوصاً پۀ افسانو کښې هم پۀ ډېره ښکلې اولسي او ادبي پېرايه کښې د خپلې موجودګۍ ثبوت راکوي.”

    اجمل خټک د اولسي ادبي جرګې د سر پۀ څو هغه کسانو کښې شمېرلے شي چې د پښتو شعر وادب ، تخليق، تنقيد، تکل، رپورتاژ، ادبي صحافت او افسانې ته ئې ډېر څۀ ورکړي دي . د هغوي افسانې وخت پۀ وخت پۀ مختلفو مجلو او رسالو کښې شائع شوي دي او دا به ډېرو کمو کسانو ته علم وي چې اجمل خټک يو ډېر ښۀ افسانه نګار ؤ سره د دې چې هغوي ډېرې کمې افسانې ليکلي دي خو بيا هم چې کومې افسانې ئې ليکلي دي نوهغه د افسانې پۀ فن پوره او د پښتنو دقدرونو ترجماني کوي او د خپلو کردارونو سره ئې پوره انصاف کړے دے.

    د اجمل خټک دافسانې ليکلو د فن اعتراف ډېرو درنو ليکوالو او محققينو کړے دے. ډاکټر محمد همايون هما د دوي د افسانې پۀ حقله ليکلي دي چې:

    “د اجمل خټک د پېژندګلو بنيادي حواله دهغۀ قامي شاعري ده خو هغه يو سپېځلے نثرنګار هم دے. د قند پۀ افسانې نمبر (که) د هغۀ افسانه”پښتو” د هغۀ د خوږې، روانې ساده او سپېځلې محاوراتي ژبې يوه ناوياته نمونه ده نو ورسره د افسانې موضوع پت، غېرت او پښتو د هغۀ د قامولۍ د بنيادي فلسفې او نظريې هم ترجماني کوي . اجمل خټک باقاعده افسانه نګار نۀ دے خو د ادب يو ذهين ماهر پۀ حېثيت دافسانې پۀ صنف هم ښۀ مهارت لري. “پښتو” د هغۀ د دغه مهارت يو ښکاره مثال دے”.

    ډاکټر محمد اعظم اعظم د اجمل خټک د ځينې افسانوپۀ بنياد د هغۀ د فن پۀ باره کښې د خپلې رايې داسې اظهار کوي:

    “د افسانې د تدريجي ارتقاء پۀ لړکښې د مهدي افسانه د هغې طرز نمائندګي کوي کوم چې د ماسټر عبدالکريم نه شروع کېږي او هم پۀ مهدي باندې ختمېږي . د دې دواړو ترمېنځه کۀ د ذکر وړ بل افسانه ليکونکے راځي نو هغه ښاغلے اجمل دے او ښاغلے اجمل اګر کۀ د افسانې پۀ باقاعده ليکونکيو کښې شمېرلے نۀ شي ولې بيا هم د هغۀ افسانې”دوه جنډې” او “زۀ افسانه نۀ شم ليکلے” د دې طرز هغه افسانې دي کوم چې د نوې افسانې پۀ خوبيو او تکنيکي باريکيو باندې ښې مړې دي او کۀ ستائيلي ليکوال د افسانې اړخ ته پۀ سنجيدګۍ پام را اړولے وے نو هغۀ پښتو افسانې ته ډېر څۀ وربخښلے شو”.

    پروفېسر اسيرمنګل د اجمل خټک پۀ باره کښې خپله مختصره وېنا کړې ده، ليکي چې:

    “اجمل خٹک (١٩٢٦ء) بهى اس دور کے ايک توانا افسانہ نگار ہیں. انھوں نے صرف افسانے لکھے ہیں بلکہ افسانہ کے فن اور تکنيک پر مقالے بهى تحرير کیے ہیں. “داسې هم کېږي”، “پښتو”، “زۀ افسانه نۀ شم ليکلے”، “ميراته” اور “دهقان” ان کے مشہور افسانے ہیں. جن ميں انہوں نے پختون معاشرے کے خدوخال منظرعام پر لائے ہیں.”

    د خدائي خدمتګارتحريک سره شاملو عالمانو، اديبانو او شاعرانو د پښتو ادب د هر صنف پالنه کړې ده او پۀ دغو اصنافو کښې افسانه هم راځي . مونږ سره کۀ هرڅو د ډېرو افسانه نګارانو افسانې موجودې نۀ دي خو پۀ ادبي تاريخ کښې ئې نومونه راغلي دي.

    د خدائي خدمتګار تحريک سره تړون لرونکو کښې فضل الرحيم ساقي پۀ هر لحاظ يو لوے نوم دے. دخدائي خدمتګارو مختصر تاريخ ئې هم ليکلے دے او د خپل ژوند پۀ احوالو ئې “ژوندون” نومې کتاب مرتب کړے دے . فضل الرحيم ساقي د شاعر نه علاوه ډرامه نګار او افسانه نګار هم ؤ د دوي زياتې افسانې پۀ “پښتون”، “غنچه” او ځينې نورو مجلو کښې چاپ شوي دي.

    د سيده بشريٰ بېګم مضامين او شاعري پۀ “پښتون” او نورو مجلو او اخبارونو کښې شائع کېدله. س ب ب ډېرې ښې افسانې، ادبي ،اصلاحي، مذهبي او سياسي مضامين هم ليکلي دي.

    د س ب ب ځينې افسانې پۀ “پښتون”، “غنچه”، “بانګ حرم” او نورو مجلو کښې شائع شوې دي. پۀ دې کښې “ګيدړسنګے” ډېره مشهوره افسانه ده او د بلوچې پېغلې وادۀ “غنچه” جنوري ١٩٦١ز ئې هم مشهوره افسانه ده.

    خو تر ټولو اهم نوم د مشهور خدائي خدمتګار ولي محمد طوفان دے . ولي محمد طوفان د پېښور د سردار ګړهۍ استوګن ؤ. ډېر ښۀ او لوے شاعر ؤ او د اردو شاعرۍ نه ئې مولانا ظفر علي خان هم ډېر متاثره ؤ، دغه شان د هغوي د پښتو د شاعرۍ ډېره ښۀ مجموعه د “غورځنګ” پۀ نوم شائع شوې ده. پۀ پښتو نثرکښې ئې ډېر څۀ ليکلي دي . دافسانو مجموعه ئې د “ډيوه” پۀ نوم مرتب کړې وه.

    د ولي محمد خان طوفان يوه افسانه اصلي چېري والا پۀ ” لار ” پېښور کښې هم شائع شوې ده.

    غرض دا چې خدائي خدمتګار تحريک د پښتو ادب د افسانې سره پېژندګلو وکړه او پۀ دغه لړکښې ئې د لوړې درجې افسانه ليکونکي پېدا کړل چې د هغوي د جملې نه د ډېرو لږو کسانوتذکره دلته وکړې شوه او افسانې لۀ زياته ترقي هم د دغه نظريې پالونکي قلندر مومند ورکړه چې دوي خپل کتاب “ګجرې” تصنيف کړو او د پښتو افسانه ئې د عروج بام ته وخېژوله.

    حوالې:

    1. اعظم، پروفېسرډاکټر محمد اعظم . پښتوافسانه (تحقيق او تنقيد) چاپ ١٩٧٦ز عظيم پبلشنګ هاوس پېښور ـــ مخ ۱۰۴

    2. قندرمردان افسانه نمبر – پۀ حواله د پښتوافسانه ـــ مخ ١٠٠

    3. رضا، پروفېسرمحمد افضل. د پښتوافسانې درېم اېډيشن ١٩٨٧، عظيم پبلشنګ هاوس پېښور ـــ مخ ٤٥

    4. هم دغه نثر ـــ مخ ٤٣

    5. هم دغه نثر مخ ـــ ٤٤،٤٣

    6. اعظم، پروفېسر ډاکټر محمد اعظم- پښتوادب کښې کردارنګاري. ١٩٩٣ز پښتو اکېډيمي پېښور يونيورسټي مخ ٢٠٣

    7. خليل، مذکرشاه- د عبدالخالق خليق ژوند او ادبي خدمات -٢٠٠١ خليق اکېډيمي پېښور، مخ ١٧٨

    8. وطن يار، اشفاق احمد- د ماسټر عبدالکريم ژوند او فن – د ايم فل مقاله (ناچاپ) مخ ٧،٨

    9. هم دغه اثر مخ ١١،١٢

    10. هم دغه اثر مخ ٢٨،٢٩

    11. هم دغه اثر، مخ ٤٧، پښتو افسانه جولائي ١٩٧٦ز مخ ١،٥

    12. اعظم. پروفېسر ډاکټر محمد اعظم- پښتو ادب کښې کردارنګاري. وړومبے اېډيشن ١٩٩٣ز پېښور اکېډيمي پېښور يونيورسټي مخ ٢٠٤،٢٠٥

    13. حسرت: پروفېسر ډاکټر محمد زبېر حسرت – پښتو او نورې افسانې وړومبے اېډيشن ٢٠١٢ز يونيورستي بک اېجنسي پېښور مخونه ٧٣، ٧٤

    14. اعظم، پروفېسر ډاکټر محمد اعظم- پښتو ادب کښې کردارنګاري – وړومبے اېډيشن ١٩٩٣. پښتو اکېډيمي پېښور مخونه ٢٠٥ ، ٢٠٦

    15. اعظم، پروفېسر ډاکټر محمد اعظم – پښتو ادب کښې کردار نګاري مخونه ٢٠٧ ، ٢٠٨

    16. حسرت. ډاکټر محمد زبېر. سيدمير مهدي شاه مهدي (ژوند فکر او فن) اول چاپ اګست ٢٠١١،باچاخان څېړنيز مرکز پېښور، مخونه ٧١ نه تر ٧٤ پورې.

    17. اعظم، پروفېسر ډاکټر محمد اعظم- پښتو ادب کښې کردار نګاري – مخونه ٢٢٣، ٢٣٤

    18. مهدي، سيد مهدي شاه مهدي – نشانز بېش لفظ دامير حمزه خان شنواري ١٩٥٦ز، اداره اشاعت سرحد پېښور مخونه ص ،ډ،ړ

    19. انځور، زرين- دمهدي داستاني کليات – ١٣٦٧هـ ش ١٩٨٨ز دولتي مطبع ، دافغانستان د ليکوالو انجمن د اجمل خټک يو څو خبرې ، مخونه هـ ، و

    20. عابد، ډاکټر عبدالله جان- پشتوزبان و ادب کى مختصرتاريخ ٢٠٠٦ز يونيورسټي بک پبلشرز پشاور .ص،٣٠٠

    21. اسيرمنګل، پروفېسر – پشتوافسانے کے سوسل ٢٠٠٢ز دانش کتاب خانه پشاور، ص ٣٨

    22. مهدي، سيد ميرمهدي شاه- پت- ١٩٥٩ز يونيورسټي بک اېجنسي پېښور، د قلندر مومند بېش لفظ، مخونه ب، خ، د، ه، و

    23. حسرت، پروفېسر ډاکټر محمد زبېر_ پښتو او نورې افسانې ٢٠١٢ز يونيورسټي بک اېجنسي پېښور، مخ ١٣

    24. هما، محمد همايون ډاکټر- دقند هنداره- ٢٠٠٦، کوثر پرنټنګ پرېس مردان، مخ ١٨٧، ١٨٨

    25. اعظم، محمد اعظم ډاکټر، پښتو افسانه مخ ١٣٠

    26. اسيرمنګل، پشتوافسانے کے سو سال – ص ٢٤

    27. رضا همداني، پشتو افسانے – نيامکتبه پشاور گوشه ادب لاهور سال ندارد، ص ٦٦

    28. رضا، محمدافضل پروفېسر- د پښتو افسانې – مخ ٤٤

    29. اعظم، پروفېسر ډاکټر محمد اعظم – پښتو افسانه ، تحقيق او تنقيد، مخ ١١٤

    30. اسيرمنګل، پشتوافسانے کے سو سل – ص ٦٩

    31. اعظم، پروفېسر ډاکټر محمد اعظم – پښتو افسانه- مخ ١٧٤

     

  • “سپاسنامه پۀ خدمت کښې د بادشاه خان” – د حمزه بابا له خوا

    “سپاسنامه پۀ خدمت کښې د بادشاه خان” – د حمزه بابا له خوا

    نوټ: دا تاريخي سپاسنامه پښتون مجلې ته پروفېسر ډاکټر محمد زبېرحسرت صاحب ډېره پۀ مينه وسپارله او مونږ ئې د “پښتون” لوستونکيو ته ډېر پۀ درنښت وړاندې کوو.

    محترم بادشاه خان؛ فخرافغانه ستړے مۀ شې، پخېر راغلې خېرونه دې راوړل. د پښتون ملت غم خوره خوشحالۍ دې راوړې. دازادۍ رڼا دې راوړه. کۀ څۀ هم د قام د بې حسۍ پۀ وجه تۀ مرور وې. خو د پلار پۀ حېث چې د يو زوي نه خفه شوې د دوېم زوي سره دې استوګنه غوره کړه. دا هم ستا کور دے او هغه هم ستا کور ؤ. ځکه چې ښکته پورته ټول يو پښتون ملت او يوه پښتونخوا ده.

    مونږ چې د فخرافغان پۀ نوم ياد کړې نو دا د قام لۀ خواستا پخوانے لقب دے چې اوس بايد د فخرافغان پۀ ځاے فخر ايشياشې اګر چې اقبال وئيلي وو:

    اسيا يک پيکر آب وگل است

    ملت افغان دران پيکر دل است

    نو بايد چې مونږ اوس داسې ووايو چې:

    اسيا يک پيکر اب و گل است

    “فخر افغانان” در ان قالب دل است

    دا ځکه چې تۀ د ټول افغان ملت ترجمان او ځان ته افغان ملت يې. ستا دتګ پۀ وخت چې پۀ پښتنو کښې د کومې بې ننګۍ احساس کېدۀ او چې لا پخوا ترې خوشخال خان خټک شکايت کړے ؤ چې:

    پۀ لښکر لښکر نعرو شوم ورته ستړے

    دا بې ننګ راته نۀ مېرګ وائي نه ځار

    او

    اتفاق پۀ پښتانۀ کښې پېدا نۀ شو

    ګڼه ما به د مغل ګرېوان پاره کړه

    اوس د هغې بې ننګۍ او بې حسۍ تورې وريځې د اتحاد او اتفاق بادونو پۀ مخه کړي دي. د پېرنګي د ناپاکې پروپېګنډې پرده پورته شوې ده او کومو د پښتون ملت بدخواهانو چې دې ساده او سپېڅلو پښتنو مسلمانانو ته د اسلام پۀ شکرو لړلي افيم ورکول هغه پۀ خپل ناپاک مرام کښې پاتې راغلي دي. ځکه چې اوس پښتنو خپل دوست دښمن ښۀ پېژندلي دي او بيا د عبدالولي خان پۀ قيادت کښې پښتنو پۀ ذهني اوسياسي حېثيت ډېر پېش رفت کړے دے او پۀ نوي کول کښې ئې ډېر منور زلمي روزلي او د عمل ډګر ته ئې راويستلي دي. مونږ د لوے څښتن ډېر شکر ګزار يو چې تۀ ئې زمونږ د رهنمايۍ کولو د پاره واپس راوستې. مونږ د اعلي حضرت المتوکل علے الله محمد ظاهرشاه د افغانستان دبادشاه ډېره مننه کوو چې پۀ دې اتۀ کاله کښې ئې ستا د جګې او لوړې مرتبې سره سم ستا قدر وکړو او زۀ د افغانانو وروڼو څخه هم تشکر کوم چې ستا پۀ قدر کښې ئې هم کمے نۀ دے کړے او دخپلې عزيزولۍ هم ډېر خوشحاله يو چې پۀ هر حال کښې ستا ملاتړ کړے دے او ستا د محبت پۀ وجه شل کاله پس دې لور ته راغلي دي.

    لاړه وېره د شوکمارو پاتې نۀ شوه

    روانېږي چې سالار د کاروان راغے

    پۀ رګ رګ کښې به د ژوند ډېوې شي بلې

    مړ قالب ته بېرته روح د افغان راغے

    مونږ يو د خېبر اېجنسۍ د پښتونخوا اپريدي، شينواري، شلماني، ملاګوري او تيراه وال.

    د پام وړ: دا سپاسنامه کال 1972ز کښې د حمزه بابا لۀ خوا فخر افغان بابا ته د افغانستان نه راتلو پۀ مهال لنډيکوتل کښې وړاندې کړے شوې وه.

  •  د خدائي خدمت ګار بختيار کاکا سره مرکه – مرکیال: سجاد ژوندون

    مشره! اول راسره خپله پېژندګلو شريکه کړئ؟

    مشر  : زما نوم بختيار دے، زۀ پۀ کال 1933ز کښې د مردان د سدهوم علاقې ګړياله کښې د حکم خان کره زېږدلے يم. د نيکۀ نوم مې فتح خان ؤ او د اتمان خېل قبيلې سره تعلق لرم. زما پلار يو زمينداره سړے ؤ چې د خپلې علاقې پۀ وړومبو خدائي خدمتګارانو کښې د هغۀ نامه راځي. هر کله چې پلار مې وفات شو نو ما د خپل کلي د امير خان کاکا سره کار کوۀ. امير خان هم خدائي خدمتګار ؤ. زۀ هم د هغۀ پۀ وجه خدائي خدمتګارو کښې شامل شوے وم. د رستم جهانزېب باچا مرحوم، هشتمير جرنېل صاحب مرحوم، د بهائي خان ميرا خان بابو مرحوم زمونږه د هغه وخت مشران وو۔ مونږ به د هغوي سره ګرځېدو او په علاقه کښې به مو شپه او ورځ د خدائي خدمتګارۍ درس ورکوۀ ۔

    مشره! د باچاخان سره کله ملاو شوے وې او هغه کوم وخت ؤ؟

    مشر  : يره وخت خو راته ياد نۀ دے خو زۀ لا هلک وم چې زمونږه کلي ته د امير خان کاکا او شېر فرزند بابا حجرې ته باچاخان راغلے ؤ. دغې جلسې له هم د علاقې سړي راغلي وو او هم ښځې.

    مشره د دغې جلسې اېجنډا څۀ وه؟

    مشر  : دا خو يوه ساده شان جلسه وه. مونږ راټول شو يو وړوکے شان سټېجګے جوړ شو. د دغې سټېج د پاسه باچاخان څرخه او الاجي کېښوده. خپل تقرير ئې هم وکړو. خلقو ته ئې د ازادۍ درس ورکړو. بيا ئې الاجي او څرخه راوخستې خلقو ته ئې ووئيل چې دا څۀ دي؟ مونږه خو حېران وو چې پۀ دې الاجي او څرخه باچاخان څۀ کوي؟

    خلقو ورته ووئيل چې دا الاجي او څرخه ده. بيا باچاخان د هغې د چلولو چل هم ښودو او جلسه هم روانه وه. باچاخان هم سړو ته او هم ښځو ته ووئيل چې زمينداري هم کوئ او پۀ کورونو کښې هسې ناستې مۀ کوئ. هم دا مالوچ کوئ، کپړه جوړوئ، کډۍ کوئ. زمونږ د قام د ټولو نه لوے طاقت به هم دا الاجي، څرخه او مېچن وي. د هغۀ دا خبرې څۀ ډېرې ناشنا لګېدې خو باچاخان ته پته وه چې څو مونږه کښې د کارخانه دارۍ سوچ نۀ دے پېدا شوے، مونږه د دنيا قامونو کښې ځاے نۀ شو موندلے. د دې نه پس باچاخان د ښځو خوا ته ورغے او د هغوي پۀ سرونو ئې لاس راکاږۀ. بيا ئې ښځو ته ووې چې ستاسو هغه کار ما وکړو. مونږه حېران وو چې کوم کار؟ خو وروستو بيا مونږ ته پته ولګېده چې باچاخان پۀ انګرېزي قانون کښې د ښځو د برخو غوښتنه کړې وه. د دې نه مخکښې پۀ پښتنو کښې لُور خور ته د برخې ورکولو دستور نۀ ؤ. پۀ اول ځل ئې پۀ خلقو ومنله چې خپلې لُور خور ته برخه ورکوي. بيا ئې ماشومانو جينکو ته وئيل چې تاسو سبقونه وايئ، تاسو له به هم د مدرسو انتظام ډېر زر وشي.

    مشره! سياسي هلې ځلې مو څومره کړې دي؟

    مشر  : زۀ اول پۀ دې خبره فخر کوم چې اول د باچاخان سپاهي وم او بيا وروستو د ولي خان سپاهي وم.۔ غريب سړے يمه ټول عمر مې د خپل پښتون قام د پاره منډه وهلې وه او دا دے اوس هم خپل وس کومه.

    تاسو د باچاخان پۀ حواله څۀ تاثرات لرئ؟

    مشر  : هندوستان له خداے پاک دوه ليډران ورکړي دي چې هغوي پۀ حقيقي معنو کښې د قام خدمت کړے دے، هيڅ قسمه د اقتدار يا د څۀ بل څۀ لالچ ئې نۀ دے کړے ـــ هغه يو ګاندهي جي ؤ او بل زمونږه باچاخان دے. دواړه د عدم تشدد ملنګان وو خو باچاخان ترې نه بيا ما ته غوره پۀ دې دے چې لازمي هغه زما د قام مشر ؤ او بله دا ده چې کۀ مونږه وګورو نو ګاندهي جي پۀ ځينو ځايونو کښې د خپلې لارې نه وروستو شوے دے. يو د تقسيم پۀ وخت ئې دې ګيدړانو ته پرېښودو او بل چې کله دوېم جنګ عظيم نښتو نو ګاندهي جي او د هغۀ ملګري انګرېزانو سره پۀ دې خبره مل شول چې تاسو به د جنګ نه پس مونږ ته ازادي راکوئ، خو پۀ ټول هندوستان کښې يو باچاخان ؤ چې هغۀ وئيل مونږ د جنګ نه کرکه کوو، نۀ د جرمن ملګري يو نۀ د برطانيې او پۀ خپل عدم تشدد ايمان لرو. وروستو د دې غلطۍ احساس ګاندهي جي ته شوے ؤ خو بیا وخت تېر ؤ. نو ځکه زۀ وايم چې باچاخان وړومبے سړے دے چې پښتون جنګيالے قام ئې بغېر ټوپکه بغېر کوتکه د پېرنګ سره پۀ مېدان وجنګوۀ.

    چارسده کښې د بابړې واقعه چې کېده، تاسو ته څۀ یاد شي؟

    مشر  :هو! د بابړې پۀ وخت زۀ زلمے وم. د بابړې پۀ ورځ د مشرانو نه پاتې شوے وم خو چې کله دغه واقعه وشوه او زمونږه کلي ته د شپې خبر راورسېدو نو مونږه خپلو کسانو پسې لاړو. پۀ بابړه کښې کربلا جوړه وه، د قيوم خان کشميري سپاهيانو مونږه اول خپلو مړو ته نۀ پرېښودو او چې بيا ئې پرېښودو نو ډېر مړي ئي سيند ته ويشتي وو. ما پۀ خپل لاس بلها خلقو له زنې تړلې دي او دغه د وينو مېدان باندې ګرځېدلے يم.

                    تاسو خپلو کسانو پسې بابړې ته تلي وئ، پۀ بابړه کښې ستاسو څوک وو؟

    مشر  :زخمیان خو هسې نور هم وو خو سرور بابا او بهادر بابا د رستم ډېر ژوبل وو او چې مونږ کور ته راورسول نو پۀ درېمه څلورمه ورځ ئې ساه ورکړه.

    پښتون:خدائي خدمتګارۍ کښې درته خپله څۀ تکليفونه ملاو شوي دي؟

    مشر  : تکليفونه خو راته تر ننه ملاوېږي د هغې ورځې نه د کله نه چې هندوستان تقسيم شو او مونږه مسلم ليګو ته پۀ لاس کښې ورکړے شو.

               "پښتون" د پاره او د لوستونکو د پاره څۀ پېغام ورکوئ؟

    مشر  : زما خو هر چاته هم دا پېغام وي چې د خداے د پاره دې خپل قام سره مينه وکړي، ځانونه دې وپېژني او الله دې تاسو سره زمونږه کامياب لري.