Tag: خدائي خدمتګار

  • “پۀ جديد نظم د خدائي خدمتګار تحريک اثرات” (پۀ خدائي خدمتګار تحريک شوي سندي کار يوه څېړنه) – ډاکټر سيد ظفرالله بخشالے

    “پۀ جديد نظم د خدائي خدمتګار تحريک اثرات” (پۀ خدائي خدمتګار تحريک شوي سندي کار يوه څېړنه) – ډاکټر سيد ظفرالله بخشالے

    خدائي خدمتګار تحريک د پښتنو يو قامي تحريک او جديد تحريک دے، د دې تحريک پۀ برکت باچا خان او ملګرو ئې د پښتنو پۀ سيمه او نوره نړۍ کښې يو ډېر ښه پهچان ورکړو، خدائي خدمتګار تحريک نۀ يوازې سياسي تحريک ؤ بلکې دې تحريک د سياست او اصلاح او د قام د خدمت سره د پښتو ژبې، صحافت، ادب، کلتور، تعليم او سياست پۀ ترقۍ کښې هم بنيادي کردار ادا کړے دے. خدائي خدمتګار تحریک سره وابسته شاعرانو، ادیبانو او لیکوالانو چې کوم نظم او نظر مخې ته راوړے دے، هغه پۀ خالص قامي، وطني او اصلاحي فکرونو اډاڼه دے. د دې فکر وړومبۍ نمونه مونږ د مولانا فضل محمود مخفي پۀ شاعرۍ کښې ګورو. کله چې د مخفي صاحب دغه سوچ او فکر ته باچا خان د یو مضبوط تنظیم پۀ شکل کښې وده ورکړه نو د پښتنو شاعرانو ادیبانو یوه لویه حلقه ئې د اثر لاندې راغله. دغه شاعرانو د زبردستې جذبې سره دغه سوچ او فکر مخ پۀ وړاندې بوتلۀ. کوم شاعر ادیب چې څۀ هم لیکل، دغه سوچ او فکر پۀ کښې لکه د بنیادي عنصر څرګند ښکارېدل. د خدائي خدمتګار غورځنګ سره د وابسته شاعرانو ادیبانو د اثارو پۀ لوستلو سره مونږ پۀ ډېره اسانۍ دا دعویٰ کولے شو چې دوي پۀ پښتو ادب کښې د یو نوي فکري مکتب بنیاد ایښے دے چې زما پۀ خیال دا به غوره وي کۀ مونږ دغه مکتب ته د “خدائي خدمتګار فکري مکتب” نامه ورکړو. د دې مکتب ابتداء کۀ هر څو مولانا فضل محمود مخفي صاحب کړې وه خو ورپسې شاد محمد مېږے، ارباب محمد اسلم خان شرر، عبدالمالک فدا، سعادت خان جلبل، عبدالاکبر خان اکبر، خادم محمد اکبر، عبدالحکیم ستي، خان میر هلالي، تورسم خان، عبدالخالق خلیق، کرامت شاه فولاد، غني خان، سید راحت زاخېلي، مولوي غلام حېدر، غازي شاه، ماسټر کریم، امیر نواز خان جلیا او احمد کاکا هم د دغه فکري مکتب تسلسل ؤ چې د دې مکتب عروج د اجمل خټک د نظم پۀ صورت کښې سر ته رسېږي او بیا د اجمل خټک د نظم اثرات تر ډېر لرې لرې د عام اولس او د شاعرانو پۀ ذهن او فکر اثرانداز شوے دے. د دې فکري مکتب سره تعلق لرونکي شاعران پۀ موجوده زمانه کښې سلېمان لائق، رحمت شاه سائل، صاحب شاه صابر، دروېش درانے او نور ګڼ او لوے نومونه دي. دغه شخصيتونو پۀ خپل دور کښې يو مهم کردار لوبولے دے چې پۀ نتيجه کښې پښتو ادب ، سياست ، کلتور ، تعليم ميدان لمن ډيره پراخه شوے ده. مونږ پۀ دې هم وياړو چې دې تحريک پۀ ادبي ميدان کښې څومره زغل کړے نو پښتنو دغه تاريخ تر اوسه ژوندي ساتلي دے. د دې تحريک پۀ لاس ته راړونو باندي پۀ سلګونو ليکوالانو د خپل وس او توان مطابق علمي څېړنيز کار کړے دے. پۀ دې څېړنه کښې هڅه شوې ده چې دې تحريک باندې پۀ ادبي مېدان کښې څومره سندي کار شوے دے پۀ هغوي کښې پښتو ادب ته د خدائې خدمتګار تحريک بخښنې پروفېسر ډاکټر عبدالرحيد خان، د عبدالااکبر خان اکبر ژوند او ادبي خدمات پروفېسر ډاکټر فرخنده لياقت، د باچاخان نثر نګاري ډاکټر شير زمان سيماب، د ولي خان نثر نګاري تحقيقي او تنقيدي جائزه ډاکټر ګل منير ادينزي، د فضل الرحیم ساقي ژوند او ادبي خدمات ډاکټر ظفر الله بخشالے، فضل محمود محفي ژوند او ادبي خدمات ، سعيد احمد سايل، پۀ جديد نظم د خدائې خدمتګار تحريک اثرات ډاکټر اختر اقبال يوسفزي، پښتون رساله اشفاق احمد وطنيار، د ماسټر عبدالاکريم ژوند او ادبي خدمات اشفاق احمد وطنيار ، مهدي شاه باچا ژوند او ادبي خدمات سيد فضل مولا خيال، غني خان ژوند او ادبي خدمات اېم فل مقاله ډاکټر نصرالله جان وزير، غني خان ژوند او د شاعري اړخونه پي اېچ ډي، ملک شېر علي خان ژوند او ادبي خدمات رياض احمد، غني خان طنز و مزاح پي اېچ ډي نواز يوسفزي، د غني خان فکري اړخونه فېصل فاران، خدائي خدمت ګار امير نواس چشتي ژوند او ادبي خدمات عنايت الله عنايت سندي کار کړے دے. هم دا راز پۀ سلګونو کتابونه د دې تحريک پۀ ادبي، سياسي ،کلتوري، سماجي، تعليمي اړخونو باندې ليکلي شوي دي. د دغې تسلسل يوه کړۍ د ډاکټر اختر اقبال يوسفزي د پي اېچ ډي تحقيق “پۀ جديد نظم د خدائي خدمتګار تحريک اثرات” هم دے چې د ۹ اګست ۲۰۲۱ کښې د پښتو څانګي څېړنکار، د پي اېس ايف پخواني چئيرمېن اختر اقبال يوسفزي خپله دفاع پۀ کاميابۍ سره وکړه. د دوي د مقالي سر خط “پۀ جديد نظم د خدائي خدمتګار تحريک اثرات” ؤ. د دوي لار ښود استاد د پښتو څانګې پېښور پوهنتون پخوانے چئيرمېن پروفېسر ډاکټر عبدالوحيد خان ؤ. امتحان کمېټۍ کښې پروفېسر ډاکټر عبدالله جان عابد چيئرمېن پاکستاني ژبو مرکز علامه اقبال اوپن يونيورسټي اسلام اباد، پروفېسر ډاکټر نصرالله جان وزير ډائرېکټر پښتو اکېډيمي پېښور پوهنتون، پروفېسر ډاکټر حينف خليل ډائرېکټر پاکستان سټډيز قائد اعظم پوهنتون اسلام اباد او د پښتو څانګې چئيرمېن پروفېسر ډاکټر روح الله ؤ. پۀ دے دفاعيه غونډه کښې ډاکټر احمد علي عاجز، ډاکټر نور محمد دانشن بېټنے، ډاکټر شېر زمان سيماب، ډاکټر بشري خاتون، ډاکټر شکيل احمد، ډاکټر نګينه خانم، اقبال حسېن افکار، کرم ستار يعقوبي، او يو شمېر شاعرانو، اديبانو او د اېم فل، پي اېچ ډي زده کوونکيو ګډون وکړو. د غونډې پېل د تلاوت کلام څخه وشو. د نظامت چارې ډاکټر شکيل احمد ترسره کړې. ښاغلي څېړن کار د خپلې مقالې لنډيز کښې ووئيل چې زما څېړنه “پۀ جديد پښتو نظم د خدائي خدمتګار تحريك اثرات” پۀ موضوع زما پي اېچ ډي (PHD) مقاله پۀ پنځو بابونو مشتمله ده، چې هر باب ئې ځانله ځانله حيثېت لري. پۀ دې ټولو بابونو كښې شوے كار پوره پۀ پوره د تحقيق د اصولو مطابق شوے دے. زما چې څومره پۀ وس او توان كښې وه ما خپل زيار كړے دے او دا تحقيقي مقاله مې سرته ورسوله، چې پۀ دې الفاظو ئې لنډيز او نتيجه وړاندې كوم:

    د خدائي خدمتګار تحريك د راتګ سره پښتو ژبې او ادب هم ډېره وده ومونده او د جديد دور د تقاضو مطابق پښتو ادب هم ډېر پۀ تېزۍ سره مخ پۀ وړاندې لاړو. دغه ادبي تحريك د ”خدائي خدمتګار تحريك“ مكتب پۀ نوم ياد شو. دې ادبي تحريك د پښتو نثر او نظم جولۍ د نوؤ نوؤ ملغلرو نه ډكه كړه، چې د اهميت نه ئې څوك هم انكار نۀ شي كولے. پۀ جديد پښتو نظم چې د خدائي خدمتګار تحريك كومې اغېزې شوې دي ما پۀ دې مقاله كښې پۀ دې اړه ډېر نظمونه وړاندې كړي دي.

    زما وړومبے باب د خدائي خدمتګار پېژندګلو ده چې د دې تحريك اغاز كله نه او پۀ كوم ځاے كښې شوے دے. د دې وجوهات څۀ ؤ او دا څنګه مخې ته راغلے او پۀ پښتنو كښې ئې مقبوليت حاصل کړو. پۀ دې باب كښې د خدائي خدمتګار تحريك د اغاز سره سره د دې تحريك غرضونه او مقصدونه هم بيان شوي دي او پۀ دې مقصدونو كښې تر كومه حده كامياب شوے دے. د دې تحريك پۀ ارتقائي سفر كښې د هرې دورانيې ذكر شوے دے او د هغه دورونو بېلا بېل حالات او واقعات پۀ كښې بيان شوي دي او تر دا دمه ئې د قامي تحريك مبارزه څنګه او كومو كومو حالاتو كښې جاري وساتله. د دې باب پۀ بله برخه كښې د خدائي خدمتګار تحريك د دورې شعري مزاج ښۀ پۀ مفصل ډول بيان شوے او د نمونې پۀ توګه پكښې د ډېرو خدائي خدمتګارو نظمونه وړاندې كړے شوي دي، چې د دې دورې د نظمونو عمومي مزاج پۀ ګوته كوي.

    پۀ دوېم باب كښې پۀ اولسي نظم د خدائي خدمتګار تحريك اغېزې بيان شوي دي. پۀ اولسي ادب كښې د نظم صنفونو كښې پۀ ټپه، لوبه، سندره او چاربېته څېړنه شوې ده او د دې پۀ څنګ كښې ورسره هغه ترانې هم راوړلې شوي دي، چې هغه وخت كومو خدائي خدمتګارو شاعرانو ليكلې وې او ډېر شهرت ورته تر لاسه شوے ؤ. ما پۀ دې باب كښې د هغې نه علاوه نورې ترانې هم ذكر كړي دي، چې د ادب طالب علمانو دپاره به سودمند وګرځي.

    د ټپو پۀ برخه كښې هم نوې نوې ټپې مخې ته راغلې، چې د خدائي خدمتګار تحريك سره نېغ پۀ نېغه ميدان ته راغلي دي او پۀ تاريخ كښې رقم شوي دي. پۀ دې باب كښې هغه لوبې او سندرې هم بيان شوي دي چې د دې تحريك پۀ اغېزه كښې راغلي دي. د نمونې د پاره پۀ خپل خپل وار لوبې او سندرې دواړه ليكلې شوي دي او ورسره د دغې دورې د پښتنو سياسي، سماجي او د ټولنيز ژوند حالات هم ذكر شوي دي. دې نه علاوه هغه اولسي چاربېتې هم ليكلې شوي دي او د شاعرانو نومونه پكښې هم وړاندې شوي دي.

    پۀ درېم باب كښې د خدائي خدمتګار تحريك د اغاز نه واخله تر 1950ء پورې چې پۀ پښتو جديد نظم د خدائي خدمتګار تحريك كومې اغېزې شوې دي او د هندوستان د تقسيم پورې ئې كوم پړاوونه تر سره كړي تر 1950ء پورې دا هرڅه بيان شوي دي. د دغه دورې د نظيمه شاعرۍ عمومي جاج هم اخستے شوے دے او پۀ كښې د نظمونو څه برخې هم وړاندې شوي، چې د دې شاعرانو شاعرانه مزاج او عمومي رجحانات پۀ ګوته كوي. پۀ دغه دوره كښې چې كوم خدائي خدمتګار نظم ګو شاعران تېر شوي دي او نظمونه ئې ليكلي دي د هغو شاعرانو د ژوند ليكونه او دوه دوه، درې درې نظمونه ذكر شوي دي. ورسره ورسره د هغوي پۀ فن اواسلوب هم تحقيقي او تنقيدي بحث شوے دے. د دې شاعرانو نه پۀ پښتو جديد نظم كښې ډېرو شاعرانو ونډه لرلې ده، خو ما صرف هغه شاعران او د هغوى نظمونه راوړي دي كوم چې خدائي خدمتګار تحريك سره عملي مبارزه كوله. ورسره ورسره د دې دورې د شاعرۍ پۀ عمومي رجحان هم بحث شوے دے.

    پۀ څلورم باب كښې د 1950ء نه واخله تر 2018ء پورې پۀ پښتو جديد نظم د خدائي خدمتګار تحريك كوم اثرات پاتې شوي دي. هغه نظمونه يا د هغې څۀ برخې ما ذكر كړي دي او د دې دورې د شاعرانو پۀ شاعرانه فن او د هغوي پۀ ژوند هم ذكر شوے دے. د دې دورې د شاعرۍ شعري مزاج پۀ حقله هم تحقيقي څېړنه شوې ده. د دې شاعرانو پۀ وړاندې چې كوم غرضونه او مقصدونه وو او كوم اغراض او مقاصد چې دوي پۀ نظم كښې بيان كړي دي، او دوي پۀ دې شاعرانه مقصد كښې تر كومه حده كامياب ليدے شي او پښتون قوم ته د دې اهميت او افاديت پېژندلو كښې دې شاعرانو كومه هڅه كړې ده ما دا ټول هرڅه پۀ دې څلورم باب كښې وړاندې كړي دي.

    پۀ پنځم باب كښې پۀ جديد پښتو نظم پۀ بېلا بېلو اړخونو څېړنه شوې ده. پۀ هر يو اړخ كښې د موضوع مطابق د نظمونو حصې راوړلې شوي دي او ورسره پۀ دې نظمونو خپلې خبرې هم شوي دي، چې لوستونكو ته نوره هم اساني پېدا كوي. د دې باب پۀ اوله برخه كښې د نظم پۀ سياسي اړخونو او د پښتنو پۀ سياست، مفكوره او تګلاره څېړنه شوې ده او د هغه نظمونو ذكر شوے دے چې سياست كښې ئې اهم رول لوبولے دے. پۀ بله برخه كښې د پښتنو سماجي ژوند او پۀ عصري حالاتو ليك شوے دے او جديد پښتو نظم چې د پښتنو پۀ سماجي ژوند كښې كوم رول لوبولے دے د هغې د اهميت نه انكار څوك نۀ شي كولے. كۀ يو طرف ته ئې د پښتنې ټولنې ژوند كونكو ته د اصلاح يوه ذريعه وګرځېدو نو بل اړخ ته ئې پښتون سماج كښې سياسي، معاشي او تاريخي بدلونونه هم راوستل، پۀ درېمه برخه كښې پۀ پښتو نظم كښې د ترقي پسندۍ عناصر بيان شوي دي. پښتو ادب ته د ترقي پسندۍ راتګ او پۀ جديد پښتو نظم د ترقۍ پسندۍ اغېزې بيان شوي دي، چې پۀ كښې د ترقي پسند ليكوالانو ذكر سره سره د هغوي د نظمونو څه برخې هم راوړلې شوي دي. پۀ پنځم باب كښې د پښتو جديد نظم، سياسي، سماجي او ترقي پسندۍ نه علاوه مقصدي اړخونه هم بيان شوي دي. پۀ جديد پښتو نظم كښې مقصديت چې كومو شاعرانو راوړے دے د هغوي د نظمونو نمونې ذكر شوي دي.

    زما د مقالي وړانديزونه دا دي چې د ما د خدائي خدمتګار تحريک پۀ نظم کار وکړو نو بايد چې د دې تحريک پۀ نثر دې هم کار وشي. دوېم د دې تحريک سره تړلي شاعرانو او نثرنګارانو پۀ ژوند او ادبي خدماتو دے د اېم فل او پي اېچ ډي نوري څېړني هم وشي. درېم دې تحريک سره تړلي ليکوالانو پۀ نوم دې ښوونځي ، کالجونه او پوهنتنونه جوړ کړے شي. څلورم خدائي خدمتګار تحريک کښې شامل د ټولو شحصياتو دې يو ځانګړے کتاب مرتب کړے شي.

     

  • صدر صېب دوست محمد خان المعروف کاکاجي – علي يوسفزے

    صدر صېب دوست محمد خان المعروف کاکاجي – علي يوسفزے

    د ازادۍ پۀ جنګ کښې ډېرو عظيمو او پياوړو پښتنو ډېرې لويې قربانۍ ورکړې دي او د بېلا بېلو سختيو او تکليفونو ښکار شوي دي. د پېرنګيانو لۀ خوا ورته داسې سختې سختې سزاګانې ورکړې شوې دي چې پۀ يادولو ئې د انسان عقل حېران شي. دې عظيمو، غېرتمندو او سر لوړو پښتنو نۀ يوازې دا سختۍ برداشت کړي بلکې د دې سره سره ئې د ازادۍ جنګ هم تل تر تله روان او تاند وساتلو. او د خان عبدالغفار خان باچا خان لاره ئې خپله لاره او د باچا خان کاروان ئې خپل کاروان او خپل ګوند وګڼلو. او تل عمري ئې خپل ژوند د بې وسه، غريب او بې سواده اولس د پاره وقف کړو. چې تل به دا مبارکې او سر لوړې هستۍ د تاريخ پۀ پاڼو کښې يادېږي او وروستي پاتې خلک به پرې وياړ هم کوي او پۀ تګ لاره به ئې هم خپل جدوجهد جاري ساتي او اولس به ترې خبروي.

    پۀ دې قام پاله او ملت پاله مجاهدينو کښې يو ښکاره نوم د دوست محمد خان دے چې پۀ صدر صېب مشهور ؤ.

    صدر صيب پۀ کال 1881عیسوي کښې پۀ ضلع صوابۍ کښې د بهزاد خېلو پۀ کورنۍ کلابټ محله ګلاخېل، ټل ادم خېل کښې د نور خان بابا د ځوي کبوت خان پۀ کور کښې سترګې پرانستې . صدر دوست محمد خان د بابا خېلۍ د طرفه د ګلاخېلو د ټل پائنده خېل ‌(عرف عام کښې پانډوخېل ) د اسرائیل بابا نمسے ؤ.

    پۀ کال ۱۹۱۱ء کښې يې وادۀ وکړو .پۀ اولاد کښې ئې درې زامن او څلور لوڼه دي.

    صدر صېب د ځوانۍ پۀ وختونو کښې لکه د نورو پښتنو پۀ شان د کبډي کولو، موخه ويشتلو، غوايان زغلولو، سپي جنګولو او بټېر بازۍ سره ډېره مينه لرله. پۀ دغو وختونو کښې زياتره پښتانۀ هم پۀ دې لوبو کښې مشغول وو او پۀ چاپېره کلو کښې به د دې لويې لويې مقابلې کېدې. کۀ يو اړخ ته پښتانۀ پۀ دې لوبو کښې مشغول وو نو بل اړخ ته پۀ کښې د تعليم نشتوالے او د انګرېز د غلامۍ هم ښکار ؤ. دې نه علاوه پۀ پښتنو کښې داسې غلط رسم رواجونه هم موجود وو چې پښتانۀ پۀ کښې تر پوندو پوندو ډوب وو. او هم د دې غلطو رسمونو رواجونو د ختمولو د پاره پۀ هشنغر کښې پۀ کال ۱۹۲۱ کښې د “انجمن اصلاح الافاغنه” پۀ نوم يو تنظيم جوړ شو چې د افغانانو اصلاح به ئې کوله او پۀ چاپېره پښتنو سيمو پۀ حجرو او جوماتونو کښې به ئې پښتانۀ د دې غلطو رسمونو رواجونو نه ژغورل او د تعليم درس به ئې ورته کولو. پۀ دې انجمن کښې ترنګزے حاجي صېب، عبدالغفار خان باچا خان، عبدالاکبر خان اکبر، محمد عباس خان او داسې نور لوړ لوړ شخصیات شامل وو .

    يوه ورځ د کلابټ خانخېلو جماعت کښې حاجي محمد امين ترنګزے د وعظ تقرير کولو چې پۀ پورته بيان کړے شويو مشغلو ئې درد بيان کولو چې دا مشغلې مۀ ساتئ، د صدر صېب د وينا تر مخه:

    “پۀ دغه وخت کښې ما پۀ وچت اواز الله اکبر

    ووې او د سجدې پۀ حالت کښې ما د الله تعالی

    نه دا سوال وکړو چې يا الله زما د زړۀ نه د دې

    مشغلو مينه وباسې او ما درې ځله د الله تعالی

    نه سوال وکړو چې يا الله زما توبه قبوله کړې او

    زما پۀ شا ټولې جمعې پۀ يو اواز امين ووې . د

    مذکوره جماعت امام ابوبکر باباجي چې پۀ حاجي

    بابا مشهور ؤ (حج له پېدل تلے او راغلے ؤ)

    هغوي زۀ راوچت کړم او ځان سره ئې جخت کړم

    او ښکل ئې کړم. بيا ئې حاجي صېب ته وړاندې

    کړم، حاجي صېب هم ځان سره سم لاس ته پۀ

    محراب کښېنولم او خلکو ته ئې ووې چې داسې توبه

    وباسئ او زما د توبې د قبوليت د پاره ئې دعا وکړه”.

    چې بيا وروستو دوست محمد خان پۀ خدايي خدمتګار تنظيم کښې شامل شو او د پښتنو خدمت ته ئې ملا وتړله او د نورو خدايي خدمتګارو سره به کلي پۀ کلي ګرځېدو او د پېرنګيانو نه د ازادۍ درس ورکولو. پۀ کال ۱۹۳۰ پۀ وختونو کښې چی کله خدايي خدمتګارانو د پېرنګيانو پۀ شراب خانو او عدالتونو حملې کولې نو هم پۀ کښې صدر صېب دوست محمد خان لوړ کردار ادا کړو او پۀ دغه دوران کښې د کال 1930نه تر کال 1934 پورې د پېرنګيانو پۀ قېد وبند کښې ډېرې سختۍ برداشت کړې. د هندوستان د تقسيم پۀ دوران کښې‌ چې هندوستان کښې مېشتۀ مسلمانان، هندوان او نور قومونه ‌چې د کوم تشدد‌ او جبر سره مخ وو هم د خدايي خدمتګار تحريک غړي وو چې د انسانانو ژوند ئې بچ کولو چې پۀ دې خدمتګارانو کښې دوست محمد خان هم د هر چا مخکښې مخکښې ؤ.

    د پاکستان د ازادۍ نه پس چې پۀ خدايي خدمتګار تنظيم پابندي ولګېده او څو کاله پس نېشنل عوامي پارټي جوړه شوه نو دوست محمد خان د کلابټ کلي صدر مقرر شو او پوره څوارلس کاله ئې د صدارت دا ذمه داري پۀ ډېر اخلاص او پښتونولۍ سر ته ورسوله چې تل عمري پۀ صدر صېب ياد شو.

    پۀ‌ صدر صېب کښې ډېرې داسې ښائسته خوبۍ هم موجودې وې چې د هغوي پښتونولي مونږ ته پۀ ګوته کوي.

    تر ټولو غټه خوبي ئې يوه دا هم وه چې د هر لوري نه به مسافر راغلو نو صدر صېب به ورته لاس پۀ نامه ولاړ ؤ. پۀ خپله حجره کښې به ئې ورته کټ بستره هم سم کړل او د چاے روټۍ غم به ئې هم ورله کولو.

    کله ئې چې د توت کلي واله نه د زمکې مقدمه وګټله نو څۀ موده پس د توت کلي والا خلقو د صدر صېب پۀ مرګ پسې څو تنه اجرتي قاتلان راولېږل چې د صدر صېب پۀ حجره کښې شپې ته دېره شول. خو صدر صېب ته د دوي پۀ اړه هېڅ معلومات نۀ وو چې دا څوک دي. صدر صېب ئې ډېره مېلمستيا وکړه چې هغوي ئې د مېلمه پالنې د پت نه دومره بې حده متاثره شول چې خپله اراده ئې بدله کړه. او پۀ شپه شپه کښې واپس خپلو کلو ته رخصت شول. صدر صېب چې سحر حجرې ته تشريف راوړو چې مېلمنو ته پۀ مټکي کښې اوبۀ وګوري او د هغوي خبر واخلي. چې پۀ کټونو ئې نظر پرېوتو نو حجره خالي وه. بيا وروستو خبر شو چې هم دا د دوي پۀ مرګ پسې راغلي وو .

    صدر صېب سختو نه سختو حالاتو کښې پۀ قامي تحريک کښې تر هر چا مخکښې پاتې شوے دے. د غريب اولس خدمت ئې هم کړے دے، او د ظالم خلاف مزاحمت ئې هم کړے دے. جلسې او جلوسونه ئې هم کړي دي او ډېر خلق ئې د تحريک ملګري هم جوړ کړي دي. د باچا خان او ولي خان سره تل پۀ يو صف کښې ولاړ پاتې شوے دے. چې د پښتونولۍ يو ژوندے مثال دے . دا عظيم خدايي خدمتګار پۀ 22اګست 1979 کښې د فالج پۀ رنځ اخته شو او پۀ 25 اګست 1979کښې د 98 کالو پۀ عمر کښې د وړوکي اختر پۀ ورځ وفات شو. او پۀ خپل کلي کښې خاورو ته وسپارلے شو.

    نن کۀ صدر صېب زمونږ تر مېنځه نشته خو د هغوي مبارزه زمونږ پۀ مېنځ کښې ژوندۍ ده چې د هغوي تګلاره مونږ ته پۀ ګوته کوي او وروستو پاتې نسلونه پرې قدمونه ږدي .

    (پۀ مننه د سليم خان کاکاجي)

  • د خدائي خدمتګار ارواښاد امير محمد خان د ډائرۍ نه – کلثوم زېب

    د خدائي خدمتګار ارواښاد امير محمد خان د ډائرۍ نه – کلثوم زېب

    پۀ 1961 کښې چې د باچا خان د مشرۍ لاندې پښتنو د پاکستان د قبلئيزې سيمې د څلورو صوبو نه د یو یونټ جوړولو خلاف اواز پورته کړو او د دې پۀ ائيني حېثیت ئې اعتراض وکړو او پۀ نتیجه کښې ئې فخر افغان خان عبد الغفار خان سره د خپلو ملګرو ګرفتار کړے شو او درنې جرمانې پرې هم وخېژولې شوې . د دې ګرفتارۍ پۀ نتيجه کښې بې شمېره خدائي خدمتګارو خپل ځانونه ګرفتارۍ له ورکړل، د سزا کېدو نه پس دغه ټول سیاسي قېديان پۀ ملک دننه لرې لرې بندي خانو ته واستولے شو او هم دغسې د خدائي خدمتګارو يوه ډله چې سپین ږيري مشران پۀ کښې پۀ شمېر زیات وو پۀ نيو سېنټرل جېل ملتان کښې داسې بندي کړے شول چې د قېد سره ورته د سخت مشقت سزا هم واورولې شوه.

    پښتانۀ د چا يو ډېر شوقيان دي خو پۀ دغه جېل کښې به ورته سحر وختي د چايو پۀ ځاے ګوړه او چڼه ورکولې شوه. د خدائي خدمتګارو دغې ډلې پۀ جېل کښې د ګوړې او چڼې خلاف احتجاج وکړو. او پۀ نتيجه کښې ورته د چايو دېګ منظور کړے شو، پۀ دې مشرانو قېديانو کښې يو زلمے هم ؤ چې د بغدادې د امير محمد خان پۀ نوم یادېدو او عمر ئې صرف اوولس کاله ؤ. کله چې دے پۀ خدائي خدمتګار تحريک کښې شامل شوے ؤ نو دۀ ته هم پۀ مشقت کښې د بوڼ غښتلو سزا ورکړې شوې وه .

    د چايو د پاره پۀ هړتال کونکيو کښې امير محمد خان هم شامل ؤ او د دغه دېګ پۀ منظورولو کښې ئې ډېره منډه وهلې وه . وروستو ورته د دغه دېګ مشري هم ور پۀ غاړه کړې شوه.

    د ملتان ګرمي، د جېل پابندي، سور نمر او پۀ نازکو لاسونو د بوڼ غښتل ځان له یو بېل داستان دے چې ښاغلي امیر محمد خان ئې پۀ خپل ناچاپه کتاب کښې ذکر کړے دے. او کله چې دغه کتاب شائع شي نو د دې ملي مبارز د ټول ژوند دردناک حالات او د داستان نه به لوستونکي خبر شي . دا چاربېته چې زۀ کومه دلته شريکوم د دغه تکلیفونو يو پۀ زړۀ پورې نقشه مخې ته راولي چې د شاعر سعادت خان جلبل مرحوم د جذباتو عکاسي کوي.

    ارواښاد جلبل د دې چاربېتې خالق دے. هغه یو ښۀ اولسي شاعر او ملي مبارز ؤ.

    د هغۀ رزمیه نظم ” مېندو زامن نران بخښلي دي ” پۀ پښتو ملي شاعرۍ کښې د خپل وخت شاهکار نظم دے.

    دا نوموړے شاعر د هشنغر ترنګزو اوسېدونکے ؤ، او يو ناچاپه ديوان ئې موجود دے. دے هم د امير محمد خان سره دغه جېل کښې بندي ؤ. شاعر د خپل وخت خپل ماحول او د خپل چاپېر چل حقيقي ترجمان وي، دے پۀ هر څنګه حالاتو کښې د خپلو جذباتو د اظهار لاره لټوي، ددۀ احساسات نازک وي او د ټول انسانیت د پاره وي. يو انسان بندي کول خو اسان وي ولې د هغۀ د جذباتو او احساساتو بندي کول د چا د وس خبره هېچرې نۀ شي کېدے. دې شاعر د قېدوبند پۀ ورځو شپو کښې د خپلو پښتنو مبارزو ملګرو ټول کړۀ وړۀ تر نظره ساتلي دي. د پښتو د ادب زیاتره برخه د جېل د ژوند دوران کښې یا وروستو تخليق کړے شوې ده. هسې خو د دې نوموړي شاعر ډېر ناچاپه کلام موجود دے ولې دلته د چايو د دېګ او د ملتان د جېل دا چاربېته د تاريخي اثر پۀ توګه شريکوم.

    *امير محمد خان د بغدادې خان چې د اوولسو کالو پۀ عمر کښې د خدائي خدمتګارو پۀ تحريک کښې شامل شوے ؤ .

    * محمد امین د تنګي .

    * ګوجر خان د مانېرۍ ضلع صوابۍ . د دۀ ملا پېدائشي خوږ وه، جلسې له به پۀ سنډا سور تلو، پۀ سر به ئې څادر اچولے ؤ .

    * اسماعیل زے د بيرو میان خان کلي، تحصيل مردان .

    * نوبت خان د ډاګۍ تحصيل صوابۍ زلمے .

    * سرباز د سردریاب سره نزدې د غړمبک کلي اوسېدونکے .

    * هارون شېوه تحصيل صوابۍ .

    * حاجي خطاب الدین د ګوجرو ګهړۍ .

    * عبدالله کاکا د تنګي چارسدې .

    * سلطان الدین د کوتک ترناؤ چارسدې .

    * غلام رسول د بابو فضل الهي زوے، د پخه غلام اوسېدونکے.

    * عزیزالحق د تنګي .

    * عبدالاکبر خان ترنګزو چارسده .

    *نصرالله خان .

    *شاد علي خان لنډے تحصيل صوابي .

    * ملنګ شاد امازو ګهړۍ .

    * اکرم خان د کوتک ترناؤ چارسدې .

    * ممروز د ترناؤ چارسدې .

    * احمد د چارسدې .

    * عبدالحق د درګۍ تحصيل چارسدې .

    * عبدالوسیع کاکا د خوېشګي تحصيل نوښار .

    * برکت کاکا د یعقوبي صوابۍ .

    * فضل رحمن کاکا د جلسۍ صوابۍ .

    * نامبات یارحسېن تحصيل صوابي .

    * فضل خان، کوتک ترناؤ .

    * مير رحمان د مېرو تحصيل چارسده د لسو بېنتو سزا خوړونکے.

    ……………………………

    سعادت خان جلبل

    نيو سڼټرل جېل ملتان

    28 ستمبر 1961 .

    “د چايو دېګ”

    پۀ نيو سنټرل جېل کښې ټول د سېلمې (څېرمې) بوډاګان دي

    دلته د ايمان ټوټې بې شکه چې نران دي

    شمار باندې يو څو کسه پکښې ښکلي ځوانان دي

    دوي کډۍ اړوي جېل خانه کښې د ملتان دي

    هر يو پۀ لېلي د خپل وطن باندې شېدا دے

    دېګ سره روان امير محمد دے د بغدادې

    ښۀ توريالے ځوان دے خو پۀ عذاب کړو ږيرو خرېلو

    لاس کښې ئې سېګرټ دے ملازم ته وائي لېلو

    چغه ئې بوډاګانو ته کړه راشئ پښې نه ښکېلو

    ستایو به هارونه وي مرۍ کښې د رامبېلو

    خان امير محمد باندې عاشق ملنګ شلا دے

    دېګ سره روان امير محمد دے د بغدادې

    څۀ وائي د ځانه څۀ اخبار کښې ئې ليکلي

    ډېر پۀ کښې پۀ خپله امير محمد وي راګ راښکلي

    وائي بوډاګان امير محمد وي اخبار ښکلي

    نۀ راځي اوس خولې له د بوډا لاړې توکلي

    خوار ملا بهادر زوړند پۀ لاس دتيمبولا دے

    دېګ پسې روان امير محمد دے د بغدادې

    دېګ له چې ورځي محمد امين پۀ سر روان وي

    دا غريب ناجوړه همېشه اخته پۀ ځان وي

    وېش باندې د دېګ ورسره جنګ د ګوجر خان وي

    بوټ تندے ولاړ خوا کښې د دېګ خاموش حېران وي

    نر سړے دے ځکه پرې نظر د پاک مولا دے

    دېګ سره روان امير محمد دے د بغدادې

    ښۀ اسماعيل زے دے د بائيزو کلي میاخان

    ملا باندې کړم دے خو ګټي پښتونستان

    خاندي ورته لرې نه چې دېګ وي راروان

    چاے ژمي کښې ښۀ ده مونږ سره دي بوډاګان

    شابه کړئ زر راشئ نومبت وائي وار د چا دے

    دېګ سره روان امير محمد دے د بغدادې

    وائ نومبت خان چې وار پۀ وار يو يو رادرومئ

    بې واره رانه شئ پۀ خپل وار پۀ داؤ رادرومئ

    شابئ دېګ تالا شو خلقه دې پلو رادرومئ

    وېش دے پۀ لوټو مشر سرباز ناست پۀ تکیا دے

    دېګ سره روان امير محمد دے د بغدادې

    ګورئ تماشې ته هارون خان نۀ کړي خبرې

    ناست حاجي صاحب دے د ګوجرو د ګهړۍ لرې

    دېګ له عبد الله کاکا رالوځي لکه کرې

    چاے غواړي خوږه خوار افيم خور دے پۀ غوغا دے

    دېګ سره روان امير محمد دے د بغدادې

    ګرځي ګړندے سلطان الدين لکه اوسۍ

    ته به وائي نیسئ څوک روان دے چا پسې

    ښکاري بهادر پۀ زړه کښې نشته وسوسې

    د جېل ډوډۍ پۀ خوند خوري پۀ شان د امرسې

    نۀ ئې پېژنم نر د فضل خان د خواوشا دے

    دېګ سره روان امير محمد دے د بغدادې

    سپين سټوکے پرېښے د مېز زو دے مير رحمان

    قېد پۀ مارشل لا کښې دے عاشق د باچا خان

    نۀ خېژي بېړۍ ته خو پۀ قېد د اکرم خان

    ښۀ انډے کونډے دے د ممروز او عزت خان

    درېم ئې ښۀ ملګرے احمد ګل نېک د بېدیا دے

    دېګ سره روان امير محمد دے د بغدادې

    ورشي محمد شاه څوک داروغه چې راروان وي

    دۀ باندې اختر وي چې ډپټي سره سامان وي

    چاے پۀ پټه څکي ورسره ناست ملازمان وي

    ګوره هر افسر سره ولاړ د سوکړ خان وي

    د جېل د هر افسر ورکوټي لوي اشنا دے

    دېګ سره روان امير محمد دے د بغدادې

    دېګ چې رادننه شي د چايو شي اختر

    مخ د هر يو کس رڼا کوي لکه د نمر

    ډېره خوشحالي ده جېل خانه کښې د سحر

    وائي هر بوډا چې دېګ زما شوے سراسر

    تۀ جلبله پروت لکه د مړي د چا یادې

    دېګ سره روان امير محمد دے د بغدادې

    کلثوم زېب

    د خدائي خدمتګار ارواښاد

    امير محمد خان د ډائرۍ نه

    پۀ 1961 کښې چې د باچا خان د مشرۍ لاندې پښتنو د پاکستان د قبلئيزې سيمې د څلورو صوبو نه د یو یونټ جوړولو خلاف اواز پورته کړو او د دې پۀ ائيني حېثیت ئې اعتراض وکړو او پۀ نتیجه کښې ئې فخر افغان خان عبد الغفار خان سره د خپلو ملګرو ګرفتار کړے شو او درنې جرمانې پرې هم وخېژولې شوې . د دې ګرفتارۍ پۀ نتيجه کښې بې شمېره خدائي خدمتګارو خپل ځانونه ګرفتارۍ له ورکړل، د سزا کېدو نه پس دغه ټول سیاسي قېديان پۀ ملک دننه لرې لرې بندي خانو ته واستولے شو او هم دغسې د خدائي خدمتګارو يوه ډله چې سپین ږيري مشران پۀ کښې پۀ شمېر زیات وو پۀ نيو سېنټرل جېل ملتان کښې داسې بندي کړے شول چې د قېد سره ورته د سخت مشقت سزا هم واورولې شوه.

    پښتانۀ د چا يو ډېر شوقيان دي خو پۀ دغه جېل کښې به ورته سحر وختي د چايو پۀ ځاے ګوړه او چڼه ورکولې شوه. د خدائي خدمتګارو دغې ډلې پۀ جېل کښې د ګوړې او چڼې خلاف احتجاج وکړو. او پۀ نتيجه کښې ورته د چايو دېګ منظور کړے شو، پۀ دې مشرانو قېديانو کښې يو زلمے هم ؤ چې د بغدادې د امير محمد خان پۀ نوم یادېدو او عمر ئې صرف اوولس کاله ؤ. کله چې دے پۀ خدائي خدمتګار تحريک کښې شامل شوے ؤ نو دۀ ته هم پۀ مشقت کښې د بوڼ غښتلو سزا ورکړې شوې وه .

    د چايو د پاره پۀ هړتال کونکيو کښې امير محمد خان هم شامل ؤ او د دغه دېګ پۀ منظورولو کښې ئې ډېره منډه وهلې وه . وروستو ورته د دغه دېګ مشري هم ور پۀ غاړه کړې شوه.

    د ملتان ګرمي، د جېل پابندي، سور نمر او پۀ نازکو لاسونو د بوڼ غښتل ځان له یو بېل داستان دے چې ښاغلي امیر محمد خان ئې پۀ خپل ناچاپه کتاب کښې ذکر کړے دے. او کله چې دغه کتاب شائع شي نو د دې ملي مبارز د ټول ژوند دردناک حالات او د داستان نه به لوستونکي خبر شي . دا چاربېته چې زۀ کومه دلته شريکوم د دغه تکلیفونو يو پۀ زړۀ پورې نقشه مخې ته راولي چې د شاعر سعادت خان جلبل مرحوم د جذباتو عکاسي کوي.

    ارواښاد جلبل د دې چاربېتې خالق دے. هغه یو ښۀ اولسي شاعر او ملي مبارز ؤ.

    د هغۀ رزمیه نظم ” مېندو زامن نران بخښلي دي ” پۀ پښتو ملي شاعرۍ کښې د خپل وخت شاهکار نظم دے.

    دا نوموړے شاعر د هشنغر ترنګزو اوسېدونکے ؤ، او يو ناچاپه ديوان ئې موجود دے. دے هم د امير محمد خان سره دغه جېل کښې بندي ؤ. شاعر د خپل وخت خپل ماحول او د خپل چاپېر چل حقيقي ترجمان وي، دے پۀ هر څنګه حالاتو کښې د خپلو جذباتو د اظهار لاره لټوي، ددۀ احساسات نازک وي او د ټول انسانیت د پاره وي. يو انسان بندي کول خو اسان وي ولې د هغۀ د جذباتو او احساساتو بندي کول د چا د وس خبره هېچرې نۀ شي کېدے. دې شاعر د قېدوبند پۀ ورځو شپو کښې د خپلو پښتنو مبارزو ملګرو ټول کړۀ وړۀ تر نظره ساتلي دي. د پښتو د ادب زیاتره برخه د جېل د ژوند دوران کښې یا وروستو تخليق کړے شوې ده. هسې خو د دې نوموړي شاعر ډېر ناچاپه کلام موجود دے ولې دلته د چايو د دېګ او د ملتان د جېل دا چاربېته د تاريخي اثر پۀ توګه شريکوم.

    *امير محمد خان د بغدادې خان چې د اوولسو کالو پۀ عمر کښې د خدائي خدمتګارو پۀ تحريک کښې شامل شوے ؤ .

    * محمد امین د تنګي .

    * ګوجر خان د مانېرۍ ضلع صوابۍ . د دۀ ملا پېدائشي خوږ وه، جلسې له به پۀ سنډا سور تلو، پۀ سر به ئې څادر اچولے ؤ .

    * اسماعیل زے د بيرو میان خان کلي، تحصيل مردان .

    * نوبت خان د ډاګۍ تحصيل صوابۍ زلمے .

    * سرباز د سردریاب سره نزدې د غړمبک کلي اوسېدونکے .

    * هارون شېوه تحصيل صوابۍ .

    * حاجي خطاب الدین د ګوجرو ګهړۍ .

    * عبدالله کاکا د تنګي چارسدې .

    * سلطان الدین د کوتک ترناؤ چارسدې .

    * غلام رسول د بابو فضل الهي زوے، د پخه غلام اوسېدونکے.

    * عزیزالحق د تنګي .

    * عبدالاکبر خان ترنګزو چارسده .

    *نصرالله خان .

    *شاد علي خان لنډے تحصيل صوابي .

    * ملنګ شاد امازو ګهړۍ .

    * اکرم خان د کوتک ترناؤ چارسدې .

    * ممروز د ترناؤ چارسدې .

    * احمد د چارسدې .

    * عبدالحق د درګۍ تحصيل چارسدې .

    * عبدالوسیع کاکا د خوېشګي تحصيل نوښار .

    * برکت کاکا د یعقوبي صوابۍ .

    * فضل رحمن کاکا د جلسۍ صوابۍ .

    * نامبات یارحسېن تحصيل صوابي .

    * فضل خان، کوتک ترناؤ .

    * مير رحمان د مېرو تحصيل چارسده د لسو بېنتو سزا خوړونکے.

    ……………………………

    سعادت خان جلبل

    نيو سڼټرل جېل ملتان

    28 ستمبر 1961 .

    “د چايو دېګ”

    پۀ نيو سنټرل جېل کښې ټول د سېلمې (څېرمې) بوډاګان دي

    دلته د ايمان ټوټې بې شکه چې نران دي

    شمار باندې يو څو کسه پکښې ښکلي ځوانان دي

    دوي کډۍ اړوي جېل خانه کښې د ملتان دي

    هر يو پۀ لېلي د خپل وطن باندې شېدا دے

    دېګ سره روان امير محمد دے د بغدادې

    ښۀ توريالے ځوان دے خو پۀ عذاب کړو ږيرو خرېلو

    لاس کښې ئې سېګرټ دے ملازم ته وائي لېلو

    چغه ئې بوډاګانو ته کړه راشئ پښې نه ښکېلو

    ستایو به هارونه وي مرۍ کښې د رامبېلو

    خان امير محمد باندې عاشق ملنګ شلا دے

    دېګ سره روان امير محمد دے د بغدادې

    څۀ وائي د ځانه څۀ اخبار کښې ئې ليکلي

    ډېر پۀ کښې پۀ خپله امير محمد وي راګ راښکلي

    وائي بوډاګان امير محمد وي اخبار ښکلي

    نۀ راځي اوس خولې له د بوډا لاړې توکلي

    خوار ملا بهادر زوړند پۀ لاس دتيمبولا دے

    دېګ پسې روان امير محمد دے د بغدادې

    دېګ له چې ورځي محمد امين پۀ سر روان وي

    دا غريب ناجوړه همېشه اخته پۀ ځان وي

    وېش باندې د دېګ ورسره جنګ د ګوجر خان وي

    بوټ تندے ولاړ خوا کښې د دېګ خاموش حېران وي

    نر سړے دے ځکه پرې نظر د پاک مولا دے

    دېګ سره روان امير محمد دے د بغدادې

    ښۀ اسماعيل زے دے د بائيزو کلي میاخان

    ملا باندې کړم دے خو ګټي پښتونستان

    خاندي ورته لرې نه چې دېګ وي راروان

    چاے ژمي کښې ښۀ ده مونږ سره دي بوډاګان

    شابه کړئ زر راشئ نومبت وائي وار د چا دے

    دېګ سره روان امير محمد دے د بغدادې

    وائ نومبت خان چې وار پۀ وار يو يو رادرومئ

    بې واره رانه شئ پۀ خپل وار پۀ داؤ رادرومئ

    شابئ دېګ تالا شو خلقه دې پلو رادرومئ

    وېش دے پۀ لوټو مشر سرباز ناست پۀ تکیا دے

    دېګ سره روان امير محمد دے د بغدادې

    ګورئ تماشې ته هارون خان نۀ کړي خبرې

    ناست حاجي صاحب دے د ګوجرو د ګهړۍ لرې

    دېګ له عبد الله کاکا رالوځي لکه کرې

    چاے غواړي خوږه خوار افيم خور دے پۀ غوغا دے

    دېګ سره روان امير محمد دے د بغدادې

    ګرځي ګړندے سلطان الدين لکه اوسۍ

    ته به وائي نیسئ څوک روان دے چا پسې

    ښکاري بهادر پۀ زړه کښې نشته وسوسې

    د جېل ډوډۍ پۀ خوند خوري پۀ شان د امرسې

    نۀ ئې پېژنم نر د فضل خان د خواوشا دے

    دېګ سره روان امير محمد دے د بغدادې

    سپين سټوکے پرېښے د مېز زو دے مير رحمان

    قېد پۀ مارشل لا کښې دے عاشق د باچا خان

    نۀ خېژي بېړۍ ته خو پۀ قېد د اکرم خان

    ښۀ انډے کونډے دے د ممروز او عزت خان

    درېم ئې ښۀ ملګرے احمد ګل نېک د بېدیا دے

    دېګ سره روان امير محمد دے د بغدادې

    ورشي محمد شاه څوک داروغه چې راروان وي

    دۀ باندې اختر وي چې ډپټي سره سامان وي

    چاے پۀ پټه څکي ورسره ناست ملازمان وي

    ګوره هر افسر سره ولاړ د سوکړ خان وي

    د جېل د هر افسر ورکوټي لوي اشنا دے

    دېګ سره روان امير محمد دے د بغدادې

    دېګ چې رادننه شي د چايو شي اختر

    مخ د هر يو کس رڼا کوي لکه د نمر

    ډېره خوشحالي ده جېل خانه کښې د سحر

    وائي هر بوډا چې دېګ زما شوے سراسر

    تۀ جلبله پروت لکه د مړي د چا یادې

    دېګ سره روان امير محمد دے د بغدادې

  • د سيد امير خسرو باچا او سيد خسرو پروېز باچا د ژوند قيصه – سعيد احمد شاهي

    د سيد امير خسرو باچا او سيد خسرو پروېز باچا د ژوند قيصه – سعيد احمد شاهي

    سيد اميرخسرو باچا چې د پلار نوم ئې سيداسماعيل باچا ؤ، پۀ کال ١٨٩٢ز پۀ بابړه کښې زېږېدلے ؤ. د زوي نوم ئې سيد خسرو پروېزباچا دے. دے هم پۀ بابړه کښې پۀ کال ١٩٢٧ کښې پېدا شوے ؤ. د ننني مضمون موضوع هم د دوي د پلار او زوي د ژوند د حالاتو او پۀ پښتون قامي تحريک “انجمن اصلاح الافاغنه”،خدائي خدمتګارتحريک، پښتون سټوډنټس فېډريشن او پښتون زلمي تحريک کښې د دوي کردار سره تعلق لري.

    د سيد اميرخسرو باچا تعلق پۀ بابړه کښې اباد د سيدانو کورنۍ سره دے او د دوي پلار نيکۀ ډېر صاحب حېثيت خلق وو. د هرچند مندڼي، بابړه او خواو شا علاقو کښې ئې جائيداد لرلو. د دوي يو ورور سيد شيرين خسرو او يوه خور وه . خو دے د ټولو نه مشر ؤ. د خپل پلار او ترونو سره به ئې د خپل جائيداد زمينداري کوله. د دوي ترۀ سيد مهدي باچا ؤ اوسخر ئې هم ؤ. د انګرېزانو پۀ وخت کښې پۀ پېښور کښې انرېري مجسټريټ ؤ او د خان صېب خطاب ورته د انګرېز د طرف نه ملاو شوے ؤ. سيد مهدي شاه باچا ډېر تعلق داره سړے ؤ. د پښتنو د ټولې سيمې عزت دارو خلقو سره ئې ذاتي تعلق ؤ. د دوي تعلق د باچاخان پلار بهرام بابا سره هم ډېر نزدې ؤ. د تحريک نه مخکښې او وروستو چې به کله هم باچاخان بابړې ته راغلو نو سيد مهدي شاه باچا ته به ئې “دادا” نوم د مينې او تعظيم نه اخستو.

    سيد اميرخسرو باچا تربيت زيات تر د خپل پلار نه علاوه د دوي ترۀ سيد مهدي شاه باچا پۀ لاسو کښې شوے دے. او دے ئې دومره خوښ ؤ او زړۀ ته نزدې ساتلے ؤ چې کله ځوان شولو نو د خپل زړۀ ټکړه يعنې خپله لور ئې دۀ ته پۀ نکاح کښې ورکړه.

    دوي له الله پاک ډېر دولت او لوے زړۀ ورکړے ؤ. او د خپلې علاقې او خواو شا سيمې د خلقو به ئې هر قسم امداد کولو او پۀ فلاحي کارونو کښې به ئې برخه اخستله. دوي به ډېر ساده ژوند تېرولو او ساده خوراکونه به ئې کول. کله چې حاجي صېب ترنګزو فضل واحد او باچاخان د اسلاميه مدرسو بنياد ايښودلو نو پۀ هغې کښې هم ورسره دوي ډېر مالي امداد کړے ؤ. هره مياشت به ئې پۀ دغه مدرسو کښې تعليم زده کوونکو د پاره امداد ورکولو. د اسلاميه کالج پېښور چې کله بنياد ايښودل کېدو نو دوي ورله مخکښې نه د سپينو زرو نه جوړ شوي (ټاټکي او کرنډۍ) پۀ خپل ذاتي خرچ جوړ کړي وو. چې اوس هم د دوي اولاد سره موجود دي. او څنګه چې مونږ ته معلومه ده چې د اسلاميه کالج پېښور بنياد پۀ ١٩١٥ز کښې حاجي صېب ترنګزو ايښے ؤ. حاجي صېب ته د دغې تقريب دعوت سيد مهدي شاه ورکړے ؤ. پېښور ته ئې پۀ خپل ذاتي سورلۍ کښې را وستے ؤ. دغه وخت د صوبه سرحد وزيراعلٰي صاحبزاده عبدالقيوم خان ؤ چې د انګرېزانو د حکومت وفادار ؤ. ولې پښتون قوم او وطن سره ئې هم پۀ خپل زړۀ کښې مينه او همدردي لرله. او دۀ به اکثر د انګرېز چې څۀ حکمت عملي وه هغه به دۀ پټ پۀ پټه باندې پښتنو مشرانو ته رسوله. او هغوي به ئې د مخکښې نه خبردار کول چې خپل غم پۀ وخت باندې وکړئ. د اسلاميه کالج د بنياد پۀ موقع هغوي حاجي صېب هم خبر کړلو چې پېرنګے د هغوي د ګرفتارۍ اراده لري. د دې تقريب نه پس حاجي صېب نېغ پۀ نېغه بونېر او وروستو د سوات پۀ لاره د باجوړ او مومندوعلاقې لکړو ته لاړو او هلته تر مرګه پورې دېره ؤ.

    کله چې باچاخان داسلاميه مدرسو هغه کار کوم چې هغوي د حاجي صېب ترنګزو پۀ مرسته شروع کړے ؤ جاري وساتلو. هم پۀ دغه جرم پېرنګي پۀ ١٩١٩ز کښې د اتمانزو نه ګرفتار کړو. څۀ موده پس بيا د جېل نه واپس راغلو. د ازاد اسلاميه مدرسې پۀ نوم ئې بيا د تعليمي مدرسوکار شروع کولو نه علاوه د پښتون قوم د اصلاح کار هم شروع کړو. دوي د هندوستان مختلفو سيمو ته لاړل او هلته ئې د کانګرس پارټۍ پۀ جلسو کښې هم ناسته د يو عام وګړي پۀ حېثيت وکړه. باچاخان دين اسلام سره ډېره بې کچه مينه لرله او خلافت تحريک سره ئې هم ډېر نزدې ؤ. او پۀ باقاعدګۍ سره به د خلافت تحريک غونډو کښې شرکت کولو.

    پۀ ١٩٣٠ز کښې د رولټ اېکټ لاندې پۀ نحقۍ تاڼه کښې ګرفتار شو او رسالپور ته ئې ولېږلو. د هغۀ ځاے نه د چارسدې اسسټنټ کمشنر قلي خان بيا د درېو کالو د پاره د دفعه ٤٠، ٤١ لاندې قېد کړلو او د ګجرات جېل ته ئې ولېږلو. چرته کښې چې د هغوي ملاقات د خدائي خدمتګارو نه علاوه د تحريک خلافت او کانګرس غړو سره وشو. د فخر افغان بابا پۀ سوچ او فکر کښې وسعت هم دغه جېل کښې انجيل او نورو ډېرو کتابونو لوستلو او د هغې پۀ معنٰي او مطلب سره پوهېدو سره سره راغلو. باچاخان پۀ خپل دين او اسلام باندې ډېر مئين ؤ. او پۀ يو صورت کښې ئې هم د خپل دين او مذهب نه لرې والے نۀ شو برداشت کولے. هم دغه وجه وه چې کله دوي ته د انګرېزد طرف خور شوے سازش د چال خبر ملاو شولو دکوم ترمخه چې هغوي خدائي خدمتګار تحريک باندې د باليشويکه کوم چې پۀ روس کښې د لېنن انقلاب راوستے ؤ. نو هغوي سره د ملګرتيا يا کومک اخستو الزام لګولے ؤ. او کوشش ئې دا ؤ چې پۀ هره لار وي او هره طريقه وي خدائي خدمتګار تحريک ختم کړي.

    کله چې باچاخان د انګرېز ددې سازش نه خبر شو نو پۀ دې مجبور شو چې د خپل تحريک خدائي خدمتګار الحاق د هندوستان يو غټ ګوند سره ارو مرو وکړي نو هغوي خپل ملګري اول د مسلم ليګ مشرانو له ولېږل او د هغوي نه پس ئې جمعيت العلمائے هند او پۀ اخرکښې ال انډين کانګرس مشرانو ته ولېږل او بيا د کانګرس ګوند سره د الحاق نه پس د ګاندهي جي،وائس راے هند او د صوبه سرحد ګورنر سره ملاقات وشولو. د دغې ملاقات پۀ نتيجه کښې صوبه سرحد کښې ټول هندوستان پۀ شان د مراعاتو اعلان وشو. باچاخان هم د زندان نه بهر راووتلو. پۀ تاريخ کښې دغه معاهده د ګاندهي جي ارون پېکټ پۀ نامه يادېږي.

    د امير خسرو باچا د ژوند قيصه بيانولو سره سره د هندوستان د چاپېرچل حالات بيانول ضروري ځکه مې وګڼل چې لوستونکيو ته پته ولګي چې سيد اميرخسرو باچا ولې وخت پۀ وخت خپل جدوجهد کښې اوړېدلے را وړېدلے او د هغوي مقصد او مرام صرف او صرف د خپل کلي او قام د اوسېدونکيو حفاظت او پرمختګ ؤ.

    سيد اميرخسرو باچا د خدائي خدمتګارانو نه چې کوم جائيدادونه انګرېز ضبط کړي او بيا وروستو نيلام کړي وو هغه به دوي پۀ نيلام کښې د انګرېز نه واخستل او کله چې به حالات سازګار شول نو هغه جائيداد به ئې بيا هم هغه کسانو او خدائي خدمتګارانو ته واپس کړل . کۀ د چا به د پېسو وس او طاقت کېدو نو د نيلامۍ قيمت به ئې دوي ته ورکړو او کۀ د چا به نۀ کېدو نو دوي به ورله هغه جائيداد بغېر د څۀ قيمت نه خالص د الله رضا د پاره واپس کړلو.

    کله چې عبدالغني خان د “پښتون زلمي” تحريک بنياد کېښودلو، د هغې پۀ باني مشرانو کښې هم سيد امير خسرو باچا شامل ؤ. او د ټولې چارسدې سالار هم سيد امير خسرو باچا ؤ. دوي سره نائب سالار انځرګل ؤ او ملګرو کښې ورسره د بابړې او د تحريک مشهور خدائي خدمتګاران سيد محمد فصيح باچا او احمدکاکا شامل وو. دوي به باقاعده پرېډ کولواو دوي ته بالکل پۀ فوځي انداز کښې ټرېننګ ورکړے شوے ؤ.

    کله چې ګاندهي جي پۀ ١٩٣٨ز کښې د صوبه سرحد پۀ دوره راغلو نو د پېښور نه علاوه د سردرياب مرکز عاليه او اتمانزو سره سره ئې د بابړې دوره هم کړې وه. د دغې دورې پۀ موقع د جلسه ګاه او مېلمنو د حفاظت ذمه واري د پښتون زلمي پۀ اوږو باندې وه. د جلسې منتظمينو ته اطلاع ملاؤ شوې وه چې هغه کسان کوم چې مخکښې پۀ خدائي خدمتګارتحريک کښې غړي وو او بيا کانګرس سره د الحاق پۀ بهانه د تحريک نه خفه شوي وو او پۀ دغه ورځو کښې د مسلم ليګ سره ملګري شوي وو. د پښتون قامي تحريک خلاف به ئې سازشونه کول. هغوي دا پروګرام جوړ کړے ؤ چې د ګاندهي جي پۀ جلوس به سره د وسلو حمله کوو کله چې د دې سازش خبر “پښتون زلمي تحريک” ته ملاو شو نو اميرخسرو باچا د ځان سره څلوېښت پنځوس کسان د پښتون زلمي واخستل او د جلوس پۀ لار کښې ځاے پۀ ځاے ودرېدل. او د ګاندهي جي جلوس چې پۀ خېريت سره پنډال ته ورسېدو او پۀ پرامن طريقه ګاندهي جي تقرير وکړو او بيا پۀ خېر خېريت سره خپل مخکښې منزل ته لاړو خو د جلوس پۀ موقع دغه کسانو خپل پوره پوره وس کړے ؤ او عن د کاڼو ګزارونه ئې هم پۀ دغه جلوس باندې کړي وو. ولې د ګاندهي جي او د هغوي ملګرو نزدې پۀ يو صورت کښې هم د “پښتون زلمي” د سيد امير خسروباچا پۀ مشرۍ کښې نۀ وو پريښودلي.کله چې فخر افغان باچاخان بابا د ځاے د کمېدو له کبله دا فېصله وکړه چې مرکز عاليه دې د اتمانزو نه سردرياب ته يوړل شي کومې د پاره چې محمد اسرار عرف ښۀ خان او د هغوي سخر بابا ځمکه وقف کړې وه .د دغه مرکز ابادۍ د پاره سيد اميرخسرو باچا خپلو همسايو او نوکرانو ته حکم وکړو چې زما پۀ جائيداد کښې څومره ونې ولاړې دي هغه ټولې پرې کړئ او سردرياب مرکز ته ئې يوسئ. چرته چې دغه ونې د څپر د پاسه د چهت کښې استعمال کړې شوې او پۀ دغه څپر کښې به هر وخت پۀ سلګونو خلق ناست وو او د تحريک د پاره به ئې کارونه کول. دوي پۀ بابړه کښې يو سکول هم پرانستے ؤ کوم چې وېړيا سکول ؤ او ماشومانو ته ئې به مفت تعليم ورکولو.

    پۀ ١٢ اګست ١٩٤٨ز کښې قيوم خان پۀ بابړه کښې پۀ بې ګناه خدائي خدمتګارو او عام اولس باندې ګولۍ وچلولې، د دې عمل له کبله د اووۀ سوه نه زيات کسان شهيدان او ژوبل شول. وروستو ئې د پړانګو او بابړې کور پۀ کور چاپې ووهلې او د دغه ځايونو د اوسېدونکو دکورونو بې عزتۍ نه علاوه د دغې ځاے اوسېدونکيو سره هم ډېره بدسلوکۍ ئې کړې وې. هم پۀ دغه سلسله کښې د اميرخسرو باچا پۀ کور باندې هم چاپه وهلې شوې وه او د کور د بې عزتۍ کولونه علاوه ئې ترې نه ذاتي وسله هم ضبط کړې وه. سيد امير خسرو باچا ئې تاڼې ته بوتلے ؤ. چرته نه چې هغه د خپل ذاتي تعلق او اثر و رسوخ له وجې راخلاص شو او قيمتي وسله ترې نه ضبط کړې شوه.

    سيد امير خسرو باچا پۀ اپرېل ١٩٦٢ز کښې د خپلې ذاتي دښمنۍ له کبله يو رشته دار قتل کړواو قبر ئې هم د خپل ترۀ وقف شوي جومات کښې نمرخاتۀ ګوټ کښې دے . دې جومات سره به هم دوي ډېر امداد نه علاوه دجومات هرقسمه ضرورت پوره کولو.

    سيد اميرخسرو پروېزباچا د ژوند واقعات:

    سيد خسرو پروېز باچا هم دخپل پلار پۀ نقش قدم باندې تلے ؤ. او ډېر پۀ سادګۍ سره ئې خپل ژوند تېر کړے ؤ. دوي خپل بنيادي تعليم اول پۀ پېښور کښې او کله چې بيا عام اولس د پاره پۀ بابړه کښې وړومبے سکول د دوي پلار جوړ کړو نو بيا پۀ هغه سکول کښې ئې نور تعليم حاصل کړو. دا پرائمري سکول پۀ بابړه او خواو شا علاقو کښې وړومبنے او ځانګړے سکول ؤ چې د لرې لرې علاقو نه به ورته خلقو خپل بچي د زده کړې د پاره را لېږل.

    دلته د تعليم مکمل کېدو نه وروستو بيا د چارسدې هائي سکول ته لاړو او هلته ئې لسم پاس کړو. د هائي سکول د تعليم دوران کښې دوي د پروفېسر جهانزېب نياز سره يوځاے پۀ وړومبي ځل د پښتون سټوډنټس فېډريشن بنياد ايښودلے ؤ. چې وړومبنے صدر ئې جهانزېب نياز غوره کړے شوے ؤ. دوي خپل تعليم مخکښې هم جاري وساتلو خو دوي سره يوه واقعه وشوله چې د يو رشته دار د قتل پۀ الزام کښې دے سره د خپلو تربورانوګرفتار کړے شو او جېل ته ئې بوتلو خو پۀ جېل کښې هم دوي خپل د تعليم سلسله جاري وساتله. او پۀ باقاعدګۍ سره ئې امتحانونه پاس کړي وو. کله چې دوي پۀ دغه مقدمه کښې بري شول نو تحريک سره ئې خپلې هلې ځلې بيا شروع کړې او ډېر پۀ جوش وجذبې سره به ئې کارکولو. (دا واقعه د مهدي شاه باچا ده)

    د خپل پلار پۀ شان د دوي هم ذاتي تعلق د چارسدې او ټولې پښتنې سيمې خلقو سره ؤ. او ډېر زيات ملګري او همدرد خلق ئې پۀ خپل دوستانو کښې لرل. دوي پۀ خپل کور کښې د مولانا ابوالکلام ازاد، مولانا حسېن احمد مدني او مولانا عبېدالله سندهي او نورو ممبرانو باندې مشتمل کمېټۍ مېلمستيا هم پۀ هغه وخت کښې کړې وه کله چې دغه د هند د ازادۍ تحريک مجاهدينو باندې پۀ صوبه سرحد کښې بندېز ؤ. دوي دغې کمېټۍ ته نۀ صرف خپل ځاے ورکړے ؤ بلکې هغوي ئې پۀ خپل کور کښې دېره کړي هم وو. او تر هغې ئې د هغوي د حفاظت بندوبست هم کړے ؤ ترڅو چې هغوي خپله د چارسدې دوره مکمل کړې نۀ وه.

    کله چې د هندوستان د تقسيم اعلان وشو او هندوستان او پاکستان پۀ نامه دوه جدا جدا هېوادونه د نړۍ پۀ نقشه جوړ شول. پۀ دغه موقع ډېر هندوان او مسلمانان پۀ دې کار مجبورکړے شول چې هغوي دې د اوسېدو د پاره د خپل مذهب پۀ معيار ملک غوره کړي. نو پۀ دغه موقع د نړۍ ټولو نه لوے هجرت شوے ؤ. هندوان به هندوستان ته او مسلمانان ئې پاکستان ته پۀ تلو مجبورکړل .

    د سيد خسرو پروېز باچا يو ملګرے ؤ چې نامه ئې سېټهـ رام سرن وه. دے د پېشې پۀ لحاظ زرګر او ډېر لوے کاروبار ئې لرلو. د دۀ پېښور اندشهر بازار کښې کاروبار او کور ؤ. پۀ مختلفو موقعو دغه سېټهـ رام سرن امير خسرو باچا ته ډېر څيزونه ډالۍ کړي وو. چې پۀ کښې ( د بلئيرډ لوبې) يومېز، بالخت هم شامل ؤ. پۀ دغه تخت او د هغې پۀ تاريخي اهميت يوځانګړے مضمون پۀ تفصيل سره مخکښې به د لوستونکيو د نظر نه تېر شوے وي. سېټهـ رام سرن چې کله د پېښور نه هندوستان ته پۀ کډه تلو نو پۀ قيصه خوانۍ کښې دوکانونه او د منډهۍ کاغذونه او چابيانې ئې سيد امير خسرو باچا ته ورکړې وې او د خپل کور ذاتي د استعمال سامانونه چې پۀ کښې دوه کټونه او يو د سټيلو المارۍ شامل وه.

    د کور د ذاتي استعمال هغه پالنګونه او المارۍ سيد اميرخسرو باچا خپل کور ته راوړل، کوم ځاے کښې چې هغه تر نن ساعته موجود دي. ولې هغه دوکانونه او منډهۍ ئې د اوقاف محکمې ته حواله کړي وو. ځکه چې هغه يو قامي امانت ؤ. د سيد خسرو پرويز باچا هغه سېټهـ رام سرن سره ډېر ژور تعلق ؤ. چې د تقسيم نه وروستو تر ډېره مودې پورې د هندوستان او پاکستان ترمېنځه هر قسم تعلقات بند وو. او د دې ملک اوسېدونکيوته اجازت نۀ وه چې يو بل سره څۀ قسمه رابطه وساتي. پۀ وړومبي ځل تعلقاتو پۀ ښۀ کېدو امکان پېدا شو. او د سيد خسرو پروېز باچا يو ملګرے پۀ هغه وفد کښې شامل ؤ چې د هندوستان او دهلي پۀ دوره تللے ؤ. د هغۀ ملګري ملاقات هلته پۀ چاندني چوک کښې سېټهـ رام سرن سره وشو. سېټهـ رام سرن پۀ چاندني چوک دهلي کښې استوګن ؤ او خپل کارو بار ئې هلته شروع کړے ؤ. د سيد خسرو باچا ملګري نه ئې د هغه حال احوال خبر ورکولو نه پس ورته هغۀ ووئيل چې د خسرو پروېز باچا وادۀ نېټه اېښودل شوې ده. نو سېټهـ ډېر خوشحاله شو او د خپل اړخ نه ئې د وادۀ جوړه ډالۍ کولو اراده ظاهره کړه کومه چې څو ورځې وروستو د سفارتخانو د اجازت اخستونه پس د واهګه پولې پۀ لار باندې سيد خسرو پروېز باچا ته را ورسېدله.

    سيد خسرو پروېز باچا ډېر ښۀ خوئي خصلت لرلو او ماشومانو سره به ماشوم، ځوانانوسره ځوان او بوډا ګانو سره به ئې د ځان نه بوډا جوړ کړے ؤ. يعنې د هر عمر مطابق به ئې ورسره ګپ شپ او خبرې اترې کولې. او د خپل اړخ نه ئې دا کوشش کولو چې د چا زړۀ ازار نۀ کړي او نۀ ترې څوک خفه شي.

    د ١٢ اګست ١٩٤٨ز د بابړې د خونړۍ پېښې پۀ لړکښې چې به کله هم دغونډې يا جلسې تابيا کېدله څو ورځې مخکښې به د لرو لرو علاقو نه خلق بابړې ته راتلل کوم چې به دوي پۀ حجره کښې دېره او د هغوي مېلمستيا به ئې پۀ روڼ تندي سره کوله. د هغوي د پاره د خوراک انتظام به ئې د خپل جېب او ذاتي پنګې نه کولو او دغه سلسله دوي تر مرګه يعني ٢٠٠١ز پورې جاري وه.

    د ١٩٧٠ز انتخاباتوکښې خان عبدالولي خان د قومي او صوبائي نشستونو نه ولاړ ؤ او دواړه نشستونه ئې پۀ ګڼ شمېر ووټونو ګټلي وو. هغوي د قانون مطابق د صوبائي نشست نه استعفٰي ورکړله نو د ګوند الېکشن کمېټۍ بيا دغه ټکټ سيدخسرو باچا ته پېش کړو. د کوم نه چې هغوي د شکريې ادا کولو سره انکار وکړو. او بيا وروستو دغه ټکټ شېردل خان ته ورکړے شو او هغوي پۀ يو لوے اکثريت دغه نشست وګټلو او د صوبائي اسمبلۍ غړے شو.

    د ډي پي ار پۀ موقع سيد خسرو پروېز باچا د افغانستان او جلال اباد ته به هره مياشت تللو کوم ځاے کښې چې هغوي د باچاخان پۀ خدمت کښې حاضر شوي وو. او د مخکښې د پاره ئې ترې نه لائحه عمل او زدکړه کړې وه. د جلا وطنۍ پۀ دوران کښې د خان عبدالولي خان ذاتي جائيداد او ځمکو ټولې مسئلې د سيد خسرو پروېزباچا ته حواله وې او د ضبطګۍ چې څومره اپيل او د کېسونو هلې ځلې به ټول پۀ ټوله دوي کولې.

    د حېدر اباد سازش کېس پۀ سلسله کښې پۀ باچاخان، خان عبدالولي خان، خان عبدالغني خان او دوي ټوله کورنۍ پۀ جېل وو او پۀ دوي باندې مقدمې چلېدلې نو د پښتون قومي تحريک مخ پۀ وړاندې بوتلو د پاره هېڅوک بهر پۀ مېدان کښې موجود نۀ وو. نو سيد خسرو پروېز باچا او سيد الياس باچا پۀ چوک يادګار پېښور کښې پۀ جلسه کښې مشرانو ته دا تجويز وړاندې کړو چې د تحريک مشري دې مور بي بي بېګم نسيم ولي خان ته پۀ حواله کړے شي. څوک چې به د تحريک مشري ډېره پۀ ښۀ طريقه وکړي ځکه چې د هغوي ټول تربيت پۀ سياسي کورنۍ کښې شوے دے او د تحريک د ټولو حالاتو نه کۀ پخواني او کۀ اوسني ښۀ خبر ده. کومې سره چې هلته موجود ټولو مشرانو اتفاق وکړو او څۀ موده وروستو ورته عملي شکل ورکړے شو.

    سيد خسرو پروېز باچا مور بي بي ته دا تجويز هم پېش کړے ؤ چې د زنانو تنظيم د دې وخت د تقاضې مطابق پکار دے او د زنانو غونډو د پاره ئې خپل کور پېش کړلو. دغې تجويز ته لږې ورځې وروستو عملي شکل ورکړے شو. او وړومبنے د زنانو عظيم الشان جلسه د سيد خسرو باچا پۀ کورکښې وشوه . چې پۀ کښې د سيد خسرو پروېز باچا کور واله صوبائي صدره او د سيد فصيح باچا مشره لور جنرل سېکتره غوره کړې شوه. او دغه شان د پښتون قامي تحريک کښې پۀ هلوځلو کښې پۀ تاريخ کښې پۀ وړومبي ځل د زنانو د کردار ابتدا وشوله. مېرمن ياسمين ميرمحمدخان او مس پروين د تنظيم فعاله غړې وې. چې ډېر محنت سره به ئې کار کولو.

    سيد اميرخسرو باچا د پارټۍ پۀ مختلفو عهدو باندې هم د قام خدمت کړے دے . دے د خپلې تپې صدر پۀ هغه ورځو کښې پاتې شوے ؤ پۀ کومو ورځو کښې چې چارسده پۀ صرف دوه تپو باندې مشتمل وه. يعنې تپه چارسده او تپه پړانګ دے د تپه پړانګ صدر ؤ. او د دوي علاقه ترد ډهېري زرداد پورې وه. او بل اړخ ته دوابه او اګره علاقو پورې وه. او د دې دواړو کلوترمېنځه چې څومره کلي هم اباد دي دغه ټوله علاقه کښې به دوي د پارټۍ او تنظيم کارکولو ذمه وار وو. او د دغو ځايونو خلق به دوي دګوند او تحريک د روانو چارو نه هر وخت خبر ساتل. د تپې د صدارت نه علاوه هغه د صوبائي کونسل غړے هم پاتې شوے ؤ. او پۀ دغه موقع ئې هم د تحريک اوګوند د پاره خپل کردار ډېر پۀ ښۀ طريقه سره ادا کړے ؤ.

    دے پۀ کال ٢٠٠١ز کښې د ٧٤ کالو پۀ عمر کښې وفات شو او د وفات نه وروستو بيا پۀ خپله ابائي مقبره چارسده کښې دفن کړے شو. د دۀ پۀ وارثانو کښې دوه ځامن سيد شاه فخر عالم ،سيد محمد عالم باچا او درې لوڼه شاملې دي. او هغوي د ګوند سره معمولي خفګان راغلے دے خو بيا هم د بل ګوند اړخ ته نۀ دي تلي بلکې اوس هم ټولې همدردۍ د عوامي نېشنل پارټۍ پۀ خپلو زړونوکښې لري. بايد چې د دوي د پخلا کولو پۀ لړکښې دې د ګوند د مشرانو د اړخ نه سنجيده کوشش وشي چې دا کورنۍ يو ځل بيا د پښتون قامي تحريک تسلسل عوامي نېشنل ګوند کښې د قام خدمت کښې خپل کردار ادا کړي.

    راوي:

    سيد شاه فخرعالم اوسيد محمد عالم

    لټون او سمون: سعيد احمد شاهي

    مرستيال: سيدفضل امين او سيد حمزه شاه بابړه

    ذاتي ډائري: سيد خسرو پروېز

    حواله: د تحريک ازادي او باچا خان از فارغ بخاري

  • د خدائي خدمتګار ولي محمد کاکا د ژوند قيصه – ليکوال: سعيد احمد شاهي | مرستيال: سيد حمزه شاه بابړه

    د خدائي خدمتګار ولي محمد کاکا د ژوند قيصه – ليکوال: سعيد احمد شاهي | مرستيال: سيد حمزه شاه بابړه

    پۀ بابړه چارسده کښې خدائي خدمتګار تحريک ډېر لوے کردار ادا کړے دے او د دې ځاے خدائي خدمتګارو د وړومبۍ ورځې نه کله نه چې باچاخان بابا بابړې ته پۀ اول ځل تشريف را وړے ؤ ،د هغې ورځې نه واخلې تر د خپل ژوندون د اخيري سلګۍ پورې پۀ ايماندارۍ او جوش وجذبې سره د خپل وطن، ژبې او قام خدمت کړے دے. او هم دا وجه ده چې دغه خلق اوس هم د تاريخ پۀ پاڼو او د هغۀ ټولو خلقو پۀ ذهنونو کښې اوړي راوړي څوک چې خپل وطن او قام سره پۀ رښتيا مينه او خلوص لري.

    خدائي خدمتګاري د بابړې د خلقو وينه کښې اغږلې شوې ده چې د دې تحريک لۀ وجې خلقو مخکښې هډو يو بل پېژندل نه خو د خدائي خدمتګارۍ لۀ وجې د هغوي يو بل سره تعلق، غم ښادي او نزدې ملګرتيا جوړه شوله. د دې غټ مثال ئې د سيد محمد فصيح باچا، احمدکاکا، عبدالمصور زرګر او ولي محمد کاکا ملګرتيا هم وه. چې دوي به سحر پاڅېدل، د مونځ اودس، تلاوت وغېره نه به فارغ شول او د کورنه به بهر يوځاے شول او د ورځې ورځې پروګرام باندې به ئې پۀ خپلو کښې صلاح ومشوره وکړه او د مشورې نه به وروستو هغې کار پسې يوځاے يا بېل بېل روان شول. د کومې فېصله چې به دوي پۀ خپل منځ کښې کړې وه.

    اوس راځو د ولي محمدکاکا طرف ته؛

    ولي محمد کاکا پۀ کال ١٩١٣ز کښې د عبدالعزيز پۀ کورکښې د دوؤ وروڼو او يو خور د زېږدلو نه پس پېدا شوے ؤ. د دوي د ډېرې غريبې کورنۍ سره تعلق ؤ خو مور پلار ئې د تعليم د اهميت نه خبر وو نو د غريبۍ او تنګدستۍ باوجود ئې پۀ بابړه کښې اباد پرائمري سکول ته د تعليم پۀ غرض ولېږلو. وروستو بيا د چارسدې هائي سکول کښې د نور تعليم د پاره داخل کړے شو. او پۀ ډېرو ښو نمبرو اخستو سره ئې مېټرک وکړو. د مېټرک نه پس هغوي د روزګار پۀ غرض پۀ ترناب فارم پېښورکښې د سکول استاذ شو او نوکرۍ سره سره ئې د استاذۍ پروفېشنل ټرېننګ هم وکړو.

    پۀ دغو ورځو کښې خدائي خدمتګار تحريک ډېر پۀ زور و شور روان ؤ او فخرافغان بابا به د قام د بېدارۍ او پوهې د پاره د پښتنو د سيمو دورې کولې. او بابړه چونکې د اتمانزو د مرکز عاليه سره نزدې هم وه او د بابړې د خلقو خدائي خدمتګار تحريک سره جذبه هم ډېره وه او کله چې به هم باچاخان تقرير کولو نو پۀ خلقو باندې به ئې ډېر اثر کولو.

    ولي محمد کاکا به هم د باچاخان تقرير اورېدلو د پاره د بابړې د بړا ميا حجرې ته تللو او د باچاخان د شخصيت نه دومره متاثره شولو چې بيا به چې کوم ځاے هم د فخر افغان بابا څۀ غونډه ياجلسه کېدله نو ولي محمد کاکا به د خپلو ملګرو فصيح باچا،احمدکاکا او عبدالمصور سره ځان هغه ځايونو ته رسولو او ډېر پۀ غور سره به ئې د باچاخان او ټولو مقررينو خبرې اورېدلې. هم دغه وجه وه چې کله هم پۀ تحريک کښې د څۀ قربانۍ يا خدمت موقع راغلې وه نو ولي محمدکاکا د خپلو ملګرو نه وروستو نۀ ؤ پاتې شوے بلکې دوي څلور واړه ملګري همېشه پۀ وړومبي صف کښې ولاړ مونږته ښکاري.

    کله چې ګاندهي جي د (Quit India) تحريک شروع کړو او ورسره ئې د سول نافرمانۍ اعلان هم وکړو او دا خبره ئې هم وکړه چې څومره د هندوستان اوسېدونکي دي او د پېرنګي حکومت کښې پۀ مختلفو څوکيو باندې ناست دي نو هغوي دې د دغه څوکو نه استعفٰي ورکړي. نو پۀ ټوله چارسده کښې ولي محمد کاکا وړومبےاو اخير کس ؤ چې د خپلې نوکرۍ نه ئې استعفٰي ورکړه او هغۀ د خپل ځان او بچو د رزق ګټلو د ذريعې نه ئې ځان د قام او وطن د روڼ مستقبل اود پېرنګي نه د ازادۍ د پاره دومره لويه قرباني بغېر د څۀ ذاتي مفاداتو او غرض نه ورکړه.

    بيا وروستو الله پاک پۀ دۀ باندې فضل وکړو او د چارسدې نستې کلي غفورخان، فخر افغان باچاخان ته خواست وکړو چې دا ولي محمد راله راکړه چې سړے ترې نه جوړکړم. غفورخان د نستې يو ډېر لوے ټهېکيدار ؤ او پۀ هغه وخت سره به ئې د لکهونو روپو ټهېکې اخستلې. هغۀ ولي محمدکاکا ځان سره بوتلواو خپل منشي ئې کړلو. چې د غفورخان د ټول روزګار حساب کتاب به ئې ليکلو او د ټول کاروبار خيال به ئې ساتلو.

    دغې روزګار سره سره ولي محمدکاکا د تحريک کار هم نۀ ؤ پرېښودلے او د تحريک پۀ هرقسم هلوځلو کښې به ئې د خپلو ملګرو سره برخه اخستله. د پېرنګي خلاف د سول نافرمانۍ تحريک پۀ زور و شور سره روان ؤ هم پۀ دغه سلسله کښې ولي محمد کاکا او د هغوي ملګرو سيد محمد فصيح باچا، احمدکاکا او عبدالمصور زرګر پروګرام جوړ کړلو چې د ټيلي فون تارونه کوم چې د چارسدې او پېښور ترمنځه دي هغه به د جيندي پل کوچې د چوتي پل نوم يادېږي ا و د چارسدې کلي سره نزدې دے، پۀ دغه ځاے باندې به کټ کوو. او هم پۀ دغه غرض څلور واړه ملګري د شپې پۀ وخت لاړل او دغه تارونه ئې کټ کړل چې له وجې ئې د چارسدې د انتظاميې پېښور او نورې نړۍ سره رابطه ختمه شوله. او دوي لاړل او دچارسدې کلي شولګره ګيدړ کښې مفروران شول. ځکه چې پېرنګي د دوي د ګرفتارۍ د پاره چاپې وهلې او دوي پۀ هغه وخت خپله ګرفتاري ځکه نۀ ورکوله چې د تحريک د پاره د پروپېګنډې او ليکلي مواد چاپ کول او تقسيمولوکار هم د دې درېواړو پۀ ذمه باندې ؤ.

    څو ورځې وروستو دوي بيا د څۀ کار د پاره پېښور ته روان وو، پۀ ټانګه کښې چې کله پېښور او ناګمان سره نزدې ګل بېلې کلي ته ورسېدل نو د پړانګو د څوکۍ نه ورپسې پوليس پۀ ګاډي کښې را ورسېدل او دوي ئې ګرفتار او حوالات کښې ئې بند کړل. څۀ وخت پس د پوليس تاڼېدار ولي محمد کاکا د حوالات نه را وويستلو او بهرئې د شګو يو ډېري ته بوتلو او ورته ئې ووئيل چې پۀ دې کښې قدم کېږده. ولي محمد کاکا د دوي پۀ مقصد باندې خبر شو نو خپلو نورو ملګرو ته ئې اواز وکړو او ورته ئې ووئيل چې ملګرو بېدار اوسئ دوي زمونږ د قدمونو نخښه اخستل غواړي او هغه د شګو ډېري ته ئې ورټوپ کړل او ټول ډېري کښې موجود شګه ئې پۀ خپلو پښو باندې لتاړ کړله. ددې پۀ رد عمل کښې پوليس والو پۀ ولي محمدکاکا د وهلو ټکولو لاس پورې کړلو او ورسره ورسره ئې د پښو لاسونو نه هم وتړلو . وروستو د شپې بيا تاڼېدار پېښور ته ټيلي فون وکړو او ورته ئې ووې چې ما څلور کسان خطرناک سياسي مفروران ګرفتار کړي دي او زۀ ئې پۀ حوالات کښې ډېر وخت پورې نۀ شم ساتلے، مهرباني وکړئ دوي د دې ځاے نه بوځئ.

    وروستو بيا د شپې ئې دوي څلور واړه ملګري پېښور ته بوتلل او هلته نه د ښار مختلفو تاڼو ته ئې ولېږل چې پۀ کښې فصيح باچا د ګورګهټرۍ تاڼې ته، ولي محمد کاکا د داودزو تاڼې ته، عبدالمصور زرګر سنټرل جېل او احمدکاکا د لرګو ګودام ته بوتلے شو او هلته ئې پۀ حوالات کښې بند کړل.

    څوورځې وروستو بيا دوي مجسټرېټ ته وړاندې کړے شول. چا چې د دفعه ٤٠ لاندې دوي ته د دوه دوه کالو سزاګانې ورکړې او دوي ئې د هرې پور جېل چې هغه ورځو کښې به ټول سياسي قېديان ورته بوتلل نو دوي څلور واړه ئې هم هلته بوتلل. چرته چې دوي شپږو مياشتو پورې پۀ چکۍ کښې بند وو. نو دوي د انسان شکل هم نۀ ؤ ليدلے. دوي سره دغلته کښې ډېر لوے لوے ديني عالمان هم قېد وو. چا چې به دوي ته د سحرمانځۀ او چايو نه وروستو د قران مجيد درس او د مازيګر نه وروستو دحديث پاک درس ورکولو او دغه شان دوي خپل د قېدورځې تېرې کړلې ۔ کله چې دوي قېد وخت پوره شو نو دوي بيا د دغه ځاے نه راخلاص شول او کلي ته بېرته راغلل.

    ولي محمد کاکا د روزګار پۀ غرض زرين اباد سره نزدې پۀ سورخټکي کلي کښې د صفدرخان سره منشي شو ، چا چې به د دۀ ډېر خيال ساتلو. پۀ جواب کښې به ولي محمدکاکا هم د صفدرخان د جائيداد او کاروبار د حساب کتاب ښۀ پوره پوره خيال ساتلو او ورله ئې چرته هم دشکايت موقع پۀ ګوتو نۀ وه ورکړې. د روزګار سره سره ولي محمد کاکا د مخکښې پۀ شان خپلې سياسي هلې ځلې هم جاري ساتلې وې. او چې کوم کار به د تحريک د دۀ پۀ ذمه راغلو نو دۀ به پۀ مکمل توګه سرته رسولو.

    د هندوستان د تقسيم نه وروستو کله چې جناح صاحب د غدار قيوم خان پۀ لمسه د ډاکټرخان صېب جائز حکومت پۀ صوبه سرحد (پښتونخوا) کښې ختم کړو او باچاخان د قام د بېدارۍ پۀ غرض د سويلي ضلعو د دورې پۀ موقع ګرفتار شولو نو د هغۀ ملګري او د خدائي خدمتګار تحريک غړي هم ګرفتار شول. پۀ دغه ګرفتارو کښې دوي څلور واړه ملګري د بابړې هم پۀ جون ١٩٤٨زکښې ګرفتارۍ نه وروستو اول هري پور جېل او بيا د ډېرو جېل کښې قېد کړے شوي وو. چرته چې دوي د ١٩٥٤ز پورې قېد وو. او د اصل قېد معياد د اوړېدو نه وروستو به هم دوي پۀ قېد کښې هر شپږ مياشتې وروستو د شپږو مياشتو توسيع کېدلو.

    ولي محمد کاکا د ايوب خان خلاف او فاطمه جناح پۀ حق کښې د خدائي خدمتګارو پۀ تحريک کښې لوے کردار ادا کړے ؤ او د ډکټېټر د ظلم خلاف ئې اواز اوچت کړے ؤ. د وهلو ټکولو او هرقسمه ظلم و تشدد ئې برداشت کړے ؤ ولې پۀ يو موقع هم ئې خپل سر نۀ ؤ ټيټ کړے او نۀ ئې د خپل موقف نه يو قدم وروستو پاتې شوے ؤ.

    کله چې د ذوالفقارعلي بهټو د ډکټېټر شپ خلاف خدائي خدمتګارو تحريک شروع کړے ؤ او پۀ دغه لړکښې به لياقت باغ کښې د يوې جلسې تابيه شوې وه چې خان عبدالولي خان ئې صدارت کولو. بهټو د خپلو مخالفينو د وېرولو او بې عزت کولو د پاره يو بېل فوځ جوړ کړے ؤ هغوي به پۀ قانوني اوغېرقانوني هرقسمه ذريعې استعمالولې او پۀ خلقو او سياسي ليډرانو باندې به ئې تر د ډزو کولو پورې قدم پورته کولو. چونکې د لياقت باغ دغه جلسه د بهټو برخلاف او د بنيادي انساني حقونو ورکولو او جمهوريت بحال کولو پۀ حق کښې وه او ټولو تقريرکوونکو به دغه لړکښې خپلې خبرې عام اولس ته رسولې. څۀ وخت چې خان عبدالولي خان دغې جلسې ته خطاب کولو او د تقرير نيمه برخه شوې وه او نيمه برخه ئې پاتې وه چې پۀ دغه وخت ناګهانه د ټوپکو ډزې د څلور واړه اړخونو نه پۀ جلسه ګاه باندې شروع شولې. او پۀ جلسه کښې يوه افراتفري جوړه شوله. خو پۀ سټېج باندې خان عبدالولي خان او نورو ناستو مشرانو د خپل خپل ځايونو نه ړق هم ونۀ وهلو خو لاندې موجود عام اولس پۀ ګولو ولګېدو چې پۀ کښې ډېر خلق شهيدان او ژوبل شول.

    ولي محمدکاکا هم دغسې جلسې د پاره تلے ؤ. د دوي پۀ خوا کښې يو مشر بابا ناست ؤ چې د پړانګو ؤ او پړانګو کښې به ئې ټانګه چلوله اومزدوري به ئې پرې کوله، هغه هم پۀ ګولۍ لګېدلے ؤ او زخمي ؤ. ولي محمدکاکا هغه بابا پۀ خپله اوږه باندې واچولواو هسپتال ته ئې ورسولو. او تر هغۀ وخته د وارثانو دراتلو پورې پۀ هسپتال کښې ورسره موجود ؤ. کله چې د هغۀ وارثان هسپتال ته را ورسېدل نو بيا ولي محمد کاکا د هغۀ خوانه خپل کلي ته بېرته لاړو.

    د ولي محمدکاکا شپږ ځامن او پينځۀ لوڼه وې، دا ټول بچي د هغوي ښۀ تعليم يافته او باشعوره دي او دا ټول د ولي محمدکاکا او د هغۀ ښځه د تربيت برکت ؤ چې بچي ئې دومره بااخلاقه، باشعوره او تعليم يافته دي. د دوي مشر زوے محمد فاروق پۀ محکمه زراعت کښې نوکر ؤ .او بل زوے ئې د ماشومانو ډاکټر، او يو زوے د بېنک منيجر هم ؤ، لوڼه ئې هم پۀ سکولونوکښې استاذانې دي.

    د دوي ښځه چې هغه هم ډېر قربانو ورکولو واله بي بي وه او د ١٢ اګست ١٩٤٨ز د بابړې د خونړۍ پېښې کښې پۀ پښه هم ژوبل شوې وه، هغې د خپل خاوند د قېدو بند او زندان پۀ ورځو کښې د خپل ټول کور او بچو ډېر پۀ ښۀ اندازاو پوهې سره دوي تربيت کړے ؤ او دوي ته ئې د پلار کمے نۀ ؤ محسوس کړے . پۀ خپله خو دوي د سکول تعليم نۀ ؤ کړے ولې د خپلو بچو د ديني او دنياوي دواړه تعليمونو پوره پوره خيال ساتلے ؤ ۔

    ولي محمدکاکا پۀ ٢٢ اپرېل ١٩٧٦ز دزيارت پۀ ورځ د دې فاني دنيا نه سترګې پټې کړې او د هشنغر پۀ لويه مقبره کښې د جمعې جومات سره نزدې نمرخاتۀ طرف ته ښخ کړے شولو. د ولي محمد کاکا دمرګ سره پښتون قامي تحريک او د خدائي خدمتګارۍ تسلسل عوامي نېشنل پارټۍ د يو بې لوثه او قام پرست کارکن نه محرومه شوله او د هغوي د مرګ سره پېدا شوے کمے د پوره کېدو نۀ دے خو بيا هم الله پاک دې د ولي محمد کاکا ګور پۀ نور باندې روښانه کړي .

    راوي:

    د ولي محمدکاکا ځامن (١) محمد فاروق(٢)مظهرعلي عرف ټهېکدار

    دکتابونوحوالې:

    (١) خدائي خدمتګارتحريک (احمدکاکا)

    (٢) د ازادۍ د تحريک د پاره زما جدوجهد ( سيد محمد فصيح باچا ناچاپ شوے کتاب

    (٣) خدائي خدمتګار تحريک تجزيه او تبصره (ناظم سرفرازخان)

  • خدائي خدمتګار سيد رحمت الله عرف چمنے وکيل – سعيد احمد شاهي

    خدائي خدمتګار سيد رحمت الله عرف چمنے وکيل – سعيد احمد شاهي

    سيدرحمت الله چې مشهور پۀ چمني وکيل ؤ پۀ کال ١٩٤٨ز کښې د خدائي خدمتګار عبدالحق کره ئې سترګې غړولې وې. د دۀ د نيکۀ نوم حسن الدين ؤ کوم چې د چارسدې ترنګزو اوسېدونکے ؤ او کله چې فخر افغان باچاخان پۀ ١٩٢١ز پۀ اتمانزو کښې د تنظيم بنياد کېښودلو نو د هشنغر د ټولو اوسېدونکو پۀ شان دوي هم د فخر افغان پۀ دغه قافله کښې شامل شو او د جرګې هرې غونډې او جلسې ته به ئې ځان رسولو او وروستو چې پۀ کال ١٩٢٩ز باچاخان د عدم تشدد د فلسفې لاندې باقاعده د “خدائي خدمتګارتحريک” بنسټ کېښودلو نو د دوي د کورنۍ ټولو ځوانانو پۀ دغه تنظيم کښې پۀ باقاعده توګه شموليت وکړو.

    د رحمت الله چمني د پلار پۀ ترنګزو کښې خپل جائيداد ؤ او پۀ هغې ئې چا سره زړۀ بداوے راغلو نو د هغې پۀ وجه د بابړې د سيد محمد نبى باچا او سيد شېرين باچا پۀ وېنا بابړې کلي ته پۀ کډه باندې راغلل او دلته اباد شول. پۀ بابړه کښې عبدالحق صاحب د مخکښې نه د دارو درملو او حکمت کارکولو . کله چې دوي بابړې ته راغلل نو دلته کښې ئې بل وادۀ وکړو. عبدالحق له الله تعالي پينځۀ ځامن او درې لوڼه ورکړې وې. چې پۀ دې کښې رحمت الله چمنے پۀ څلورم نمبر ؤ.

    رحمت الله چمني بنيادي تعليم پۀ ترنګزو کښې حاصل کړو او بيا ئې پۀ ګورنمنټ سکول چارسده کښې داخله واخسته چې ورسره پۀ جماعت کښې مشهور شاعر او اديب ډاکټر محمداعظم اعظم يوځاے سبق وئيلو. ډاکټر محمد اعظم اعظم هم د دغه وخت نه د دوي يو خاص ملګرے جوړ شواو بيا دواړو يوځاے پۀ اسلاميه کالج او پېښور پوهنتون کښې سبق وئيلے دے او ملګرتيا ئې تر دمرګ پورې قائم وه. خو چونکې د دوي کورنۍ د شروع نه پۀ خدائي خدمتګارۍ کښې روانه وه او رحمت الله ته پېدائشي د پښتنو دا تحريک د نورو څيزونو پۀ رنګ پۀ وراثت کښې ملاو شوے ؤ نو د دوي سياسي تربيت هم پۀ دغه ډول کېدو او کله چې دوي اسلاميه کالج ته ورسېدل نو هلته د دوي دغه جوهر پۀ صحيح توګه رابرڅېره شول. پۀ دغه ورځو کښې باچاخان د “ون يونټ” او ايوب خان د مارشل لاء خلاف د تحريک چلولو نو رحمت الله چمني او ډاکټر محمد اعظم اعظم پۀ اسلاميه کالج کښې پۀ ځوان کهول کښې د خپل قام او د وطن پۀ مفاد کښې د بېدارۍ پېدا کولو تحريک شروع کړلو.

    چونکې رحمت الله چمنے يو ډېر ښه مقرر ؤ او ډېر ښکلے او پۀ جوش سره به ئې تقرير کولو. دوي د پاکستان، افغانستان، ايران او ترکي ملکونو د هلکانو پۀ منځ کښې شوي تقريري مقابله کښې هم برخه اخستې وه او وړومبنے انعام ئې ترلاسه کړے ؤ. او دهغې وجه دا وه چې دوي به ډېر مدلل او جوش سره تقرير کولو او پۀ اورېدونکو باندې به د دوي تقرير دومره اثر پرېښودلو چې چا به هم د دوي تقرير واورېدلو نو بيا بيا به ئې پۀ اورېدو پسې سرګردانه وو.

    پۀ اسلاميه کالج پېښورکښې د دوي د دغې تقرير او ستړې پۀ نتيجه کښې د طالب علمانو پۀ وړومبي ځل يوتنظيم جوړ شولو او د دغې تنظيم وړمبنے صدر هم رحمت الله چمنے غوره کړے شو. دا پۀ شروع کښې يو غېر سياسي تنظيم ؤ او بيا وخت تېرېدو سره سره دغه تنظيم ملي مشر اسفنديارولي خان او د هغوي نورو ملګرو پۀ پښتون سټوډنټس فېډريشن کښې بدل کړلو کوم چې ترننه پورې قائم دے.

    د کالج نه وروستو دوي پۀ پېښور پوهنتون کښې داخله واخسته او د دغه ځاے نه د بي اے کولونه پس ئې پۀ اېل اېل بي کښې داخله واخستله او د وکالت ډګري ئې ترلاسه کړه. د سبق پۀ دوران کښې دوي سياسي هلې ځلې هم جاري وساتلې او د نېشنل عوامي پارټۍ، نېشنل ډيموکرېټک پارټۍ هرې جلسې او غونډې ته ئې ځان رسولے دے.

    د ډګرۍ اخستونه وروستو حيات محمد خان شېرپاؤ کوم چې د دې صوبې ګورنر ؤ دوي ته د مجسټرېټ يا اسسټنټ کمشنر جوړولو لالچ هم ورکړے ؤ خو دوي ورته انکار وکړو او ورته ئې پۀ ډاګه ووئيل چې مړ به شم خو د پښتنو د جرګې نه به ځان بهر نۀ کړم. پۀ دغه ورځوکښې حيات محمد خان شېرپاؤ د پيپلزپارټۍ بنياد پۀ دې صوبه کښې مضبوطول غوښتل خو د چمني صاحب د خپل قام او وطن سره بې لوثه مينه ئې پۀ دغه رشوت باندې هم پۀ بيعه وانۀ خستې شوه.

    د چمني صاحب چې کوم ذاتي دفتر ؤ هغه د چارسدې د عوامي نېشنل ګوند دفتر هم دوي ټاکلے ؤ او د پارټۍ چې کومې هلې ځلې وې هغه به د دغې دفتر نه کېدې او د دوي پۀ دغه دفتر کښې هر وخت د پارټۍ د مشرانو او کارکنانو رش به ؤ.

    کله چې به هم چرته جلسه وه نو چمني صاحب به هغې کښې ګډون کولو او چې د تقرير موقع به ورته ورکړې شوه نو رهبر تحريک خان عبدالولي خان به د دوي تقرير ډېر پۀ غور سره اورېدلو. د تقرير نه وروستو چې به کله موقع ملاو شوله نو د دوي خوبۍ او خامۍ به ورته خان عبدالولي خان د دوي پۀ وېنا پۀ ګوته کولې او ډېرې ګټورې مشورې بۀ ئې دوي ته هم ورکولې چې د هغې له وجې به دوي بيا د خپل ځان اصلاح کوله.

    د چمني صاحب د ډاکټر محمد اعظم اعظم يو نظم ډېر خوښ ؤ او تقريباً پۀ هريو تقرير کښې به ئې د هغه نظم شعرونه ضرور وئيل چې څۀ دا رنګ ؤ.

    اوښکو ته مې ووئيل چې لږې ودرېږئ

    هسې نه رسوا مې پټه مينه شي

    اوښکو راته ووئيل چې مونږ سپينې يو

    پرېږده چې نن دا خبره سپينه شي

    دوي ډېر ځله جېل هم تېر کړے دے او د جېل سختۍ او تکليفونه ئې پۀ روڼ تندي تېرکړې وې. پۀ وړومبي ځل د کالج پۀ وخت کښې جېل ته بوتلے شوے ؤ چې د ايوب خان د مارشل لاء وخت ؤ او بيا وروستو د يحيٰي خان او ذوالفقارعلي بهټو پۀ وختونوکښې هم ئې جېل تېر کړے ؤ .

    کله چې جنرل ضياء د بلدياتو انتخابات وکړل نو رحمت الله هم د تحصيل کونسل ممبر جوړشو. د تحصيل چارسده د بلديې چېئرمېن محمد عزيزجوړ شو کوم چې د خدائي خدمتګار سالارانځرګل زوے ؤ او ډېر تکړه خدائي خدمتګار ؤ، هغوي پۀ خپله د سکول سبق نه ؤ وئيلے نو د دفتر ليک او لوست ټولې معاملې به ورله چمني صاحب سمبالولې او هغوي ته به ئې ډېرې ګټورې مشورې هم ورکولې. او هم دغه برکت ؤ چې کله بيا د پارټۍ پۀ حکم دې ټولو ممبرانو د خپلو عهدونه استعفاګانې ورکړې او د چارسدې پۀ تاريخ کښې پۀ وړومبي او اخري ځل دوي د٨٠ زرو روپو فنډ د لګښت او ټولو خرچو نه علاوه پۀ اکاونټ کښې نغد پرېښودلے ؤ کوم چې د چئيرمېن عزيز او د دوي د چمني پۀ رنګ د ايماندارو ملګرو د ايماندارۍ او امانتدارۍ او د فخر افغان باچاخان د تحريک خدائي خدمتګار د تعليماتو غټه نخښه ده.

    د دوي کشر ورور مولانا سيد محمد ګوهرشاه صاحب کوم چې د جمعيت العلماء پۀ ټکټ باندې دوه ځله د قامي اسمبلۍ ممبر جوړ شوے دے او دوي سره ئې د وينې د رشتې باوجود سياسي اختلاف لرلو. مولانا صېب پۀ خپل کور او حجره کومه چې د ټولو وروڼو مشترکه حجره ده، د جمعيت العلماء جهڼدا لګولې وه کله چې د چمني صاحب د مشر زوي عبېدالله وادۀ ؤ نو چمني صاحب د دغه حجرې نه بهر کټ اچولے ؤ او ناست ؤ او کوم مېلمانۀ چې به وادۀ له راتلل نو دوي به ورته هم دغلته ستړي مۀ شي او پۀ مخه ښۀ کول او چې چا به ترې پوښتنه وکړه نو وبه ئې وئيل چې ترڅو چې دا جهنډا پۀ دغه حجره باندې ولاړه وي نو زۀ هېڅ کله هم دغلته قدم اېښودو ته تيار نۀ يم.

    دا د دوي خپلې پارټۍ سره د مينې او عقيدت لوے ثبوت دے چې تر د مرګه پورې چمني صاحب دغه حجرې ته دننه قدم نۀ ؤ اېښودلے او پۀ خپل اصولو او نظريه باندې کلک ولاړ ؤ.

    د هغوي پۀ نزدې ملګرو کښې سيد مختيارعلي باچا، ډاکټر محمد اعظم اعظم او فضل قيوم شامل دي. چمني صاحب به خپله ذاتي ډائري هم ليکله خو د ٢٠١٠ز د خونړي سېلاب کښې د وي دکور د عام استعمال څيزونو سره سره دغه قيمتي او د دوي ژوند اهم واقعات دغه سېلاب کښې د دوي نه ضائع شوي دي.

    د چمني صاحب پۀ خپل کور کښې او د کورنه بهر خپلو بچو خپلوانو او دوستانو سره رويه همېشه نرمه او دوستانه ساتلې وه. او هم دغه وجه ده چې د دوي بچو ته به هرقسم مسئله راغلې ده نو دوي د يو ډېر نزدې دوست پۀ رنګ باندې خپل پلار سره شريکه کړې ده.

    د دوي دوه ځامن او درې لوڼه دي کوم چې ماشاء الله پۀ خپل خپل کور کښې اباد او خوشحاله دي او خپل خپل بچي لري.

    پۀ ١٤ فروري ٢٠١٠ز باندې چمنے صاحب پۀ خپل کور کښې دننه ناست ؤ او خپل کوروالو سره ئې ګپ شپ لګولو چې ناګهانه ورباندې د زړۀ دوره راغله او ترڅو چې بچو هسپتال ته رسولو نودوي خپل روح خپل حقيقي مالک ته پۀ حواله کړے ؤ او دغه رنګ د فخرافغان بابا دا غېرتي او بې لوثه پېروکار زمونږ نه جدا شولو او بيا وروستو خپله پلرنۍ هديره کښې خاوروته وسپارلے شو. الله پاک دې ورله د هغه جهان خوشحالۍ نصيب کړي. امين

    راوي : سيد سلېمان شاه او سيد عبېدشاه بابړه.

  • د لوے بابا (باچا خان) خپل قوم ته لوے نصيحت – د 15 اپريل 1939 “پښتون” نه

    د لوے بابا (باچا خان) خپل قوم ته لوے نصيحت – د 15 اپريل 1939 “پښتون” نه

    د خدائي خدمتګارانو تحريک ولې جاري (شروع) شوے دے

    زما خوږو پښتنو وروڼو! ما همېشه پۀ خپلو تقريرونو کښې تاسو ته د خدائي خدمتګارۍ دَ تحريک اصلي مقاصد پۀ واضحو لفظونو کښې بيان کړي دي، څۀ خبرې مې پټې پرېښې نۀ دي، ولې بيا هم کېدے شي، چې زما ځنې وروڼه داسې هم دي، چې هغوي ته زما د تقرير اورېدو موقع پۀ لاس ورغلې نۀ وي، يا ئې تقريرونه اورېدلې وي خو ښۀ پۀ مطلب ئې پوه شوي نۀ وي او يا پوه شوي هم وي خو د اخوا دې خوا خبرو پۀ اورېدوسره ئې پۀ زړۀ کښې څۀ شکونه پېدا شوي وي نو نن زۀ د خپل اخبار “پښتون” پۀ ذريعه يو ځل بيا پۀ صافو صافو لفظونو کښې دَ خپل جاري کړي تحريک خدائي خدمتګارۍ د نصب العېن پۀ حقله يو څو خبرې کول غواړم او پۀ دې خبرو تاسو پوهول غواړم، چې دا تحريک دَ څۀ غرض دپاره شروع شوے دے؟ فائده بۀ ئې څۀ وي؟ او خېر بۀ ئې چاته وي؟

    زما خوږو وروڼو! دَ خدائے پاک داسې يو نظام دے، دَ قدرت يو عام قانون دے، چې د کوم وخت نه ئې دنيا پېدا کړې ده او د ادم علېه السلام اولاد ئې پۀ دنيا کښې خور کړے دے نو د دنيا د بېلې بېلې حصې اوسېدونکي ئې پۀ بېل بېل قام مشهور کړي دي او هر يو قام ته ئې د ځمکې يوه حصه يا يو ملک ورکړے دے، دا څۀ دپاره؟ دَ دې دپاره چې هر يو قام پۀ خپل ملک کښې اباد وي او دَ خپل ژوند ضروريات دَ هغې خپل ملک نه پوره کړي او هر يو قوم دَ دغې خپل ملک اختيارمند او واکدار وي.

    نو مونږ چې څۀ وخت د قدرت دې عامې قاعدې ته وکتل نو ومو ليدل، چې پۀ موجوده دنيا کښې څومره قامونه اوسي، نو د هر يو قام ځان لۀ يو ملک پۀ قبضه کښې دے، هر يو قام دَ خپل ملک مالک دے، دَ هر يو ملک پۀ حاصلات او امدنۍ دَ هغې خپل قام بال بچ اباد او خوشحال وي نو بيا چې مو خپل ملک ته وکتل او پښتون قام ته مو نظر وکړو نو حېران پاتې شو چې اخر څۀ وجه کېدې شي، چې د شلمې صدۍ پۀ دې ترقۍ موندلې دنيا کښې پښتون قام لا هغسې بې علمه او جاهل دے، بې کسبه او بې هنره دے، بې وسه او بې کسه دے، خوار او ذليل دے، بربنډ او اوږے دے، ولې مونږ قام نۀ يو يا مونږ لۀ خدائے ملک نۀ دے راکړے، مونږ خو وينو چې زمونږ ملک پۀ دنيا کښې دَ ځمکې يو ډېره اباده او بهترينه ټکړه ده، تاسو پۀ خپله ورته نظر وکړئ، زمونږ ملک يوجنت نۀ دے؟ دَ دنيا کوم نعمتونه دي چې هغه پۀ دې ملک کښې نۀ پېدا کېږي، کوم څيزونه دي، چې هغه دلته نشته، نو سره د دې ټولو خبرو بيا پښتون تباه او برباد دے، ذليل اوخوار دے، بچي ئې بربنډ او وږي دي، اخر دا ولې؟ نو وروڼو! خبره دا ده چې بېشکه ملک خو مو شته، ولې اختيار مو پکښې نشته، قام خو يو، خو غلامان يو، نعمتونه خو هر څۀ زمونږ پۀ ملک کښې پېدا کېږي خو فائده ئې بل يو قام ته رسي، ملک زمونږ دے، مزې پرې نور کوي.

    دغه وجه ده، چې دَ دنيا نور قامونه ترقي کوي او پښتون ورځ پۀ ورځ د تباهۍ غار ته پرېوځي، دغه سبب دے، چې پښتون وږے بربنډ او جاهل دے، نو لنډه نتيجه دا وخته، چې تر څو دَ دې خپل ملک اختيار دَ پښتون پۀ لاس رانۀ شي نو ترهغه وخته پښتون ترقي کولے نۀ شي، تر څو چې پښتون ازاد شوے نۀ وي، نو دَ دۀ حال ښۀ کېدے نۀ شي، تر څو چې پښتون دَ غلامۍ طوق لۀ غاړې نه ويستے نۀ دے، پښتون دَ دنيا دَ نورو قومونو دَ سيالۍ لائق کېدے نۀ شي نو اوس پۀ دې خبره غور کول پکار دے، چې اخر دا ملک دَ پښتون د لاس نه ولې تلے دے او پښتون پۀ څۀ خبره دَ نورو قومونو نه کمزورے دے، ولې دَ پښتون دوه لاسه دي، دَ نورو څلور دي؟د پښتون يو سر دے، دَ نورو دوه دي؟ نا! پښتون پۀ هېڅ خبره دَ چا نه کم نۀ دے، بلکې پښتون دَ هر چا نه بهادر دے، ډېر زړور دے،اخلاص مند او مهمان نواز دے، خو سره دَ دې صفتونو بيا ولې غلام دے؟

    نو وروڼو! تاسو ځان پوه کړئ، دَ دې نور هېڅ وجه نۀ ده، صرف دا يوه وجه ده، چې دَ پښتون کور وران دے، دَ پښتون اواز يو نۀ دے، پۀ دۀ کښې پرې جنبې دي، پۀ دۀ کښې بدنيتۍ او تربګنۍ دي، پۀ دۀ کښې بغض کينې او خود غرضۍ دي، کۀ دوه پېسې ذاتي فائده مومي نو نۀ پۀ قام څۀ کار لري، نۀ ئې اسلام پکار وي، نۀ دَ ملک دَ فائدې څۀ خيال ساتي، هر څۀ دې پۀ سيند لاهو شي، خو دَ دۀ دَ پېسې فائده دې وشي، بيا هم عام پښتانۀ دومره ګرم نۀ دي، نۀ غريب خلق دومره قصوروار دي، کۀ څۀ خرابي ده او نقصانونه دي نو پۀ خاصو خاصو خلقو کښې دي، يعنې پوهه او تعليميافته خلق زيات دَ خودغرضۍ نه کار اخلي، بلکې زۀ خو همېشه پۀ تقريرونو کښې وايم چې غريب پښتون خو دَ ګډو يو ډېر ښۀ کنډک دے، ولې افسوس دے چې شپون نۀ لري، دا ګډې خو هر چاته راغونډېږي، پۀ دې طمعه چې دا به زمونږ شپون وي او مونږ به دَ شرمخانو نه بچ کوي ولې چاته چې راغونډې شي هم هغه دَ بډې نه چاړۀ راوباسي، دَ دوي مرۍ پرېکړي.

    لنډه دا چې څۀ وخت مونږ دَ پښتنو پۀ دې خراب حال نظر وکړو نو پۀ دې نتيجه ورسېدو چې تر څو دَ پښتنو نه دَ دې خرابو خصلتونو دَ ويستلو کوشش ونۀ کړے شي، دا خودغرضۍ بې اتفاقۍ، پرې جنبې او تربګنۍ دَ دۀ نه ورکې نۀ کړې شي نو دے هر ګز ترقي کولے نۀ شي.

    خدائي خدمتګارو وروڼو!

    ستاسو مېدان دَ عمل ته راوتل دَ خدائے پاک پۀ خپل پرېوتي مخلوق باندې يو لوئے رحمت ؤ، تاسو پۀ خپله بې نظيره بهادرۍ سره دنيا ته وښودله چې دَ غلامانو پۀ دې بدنامه دنيا (هندوستان) کښې اوس هم داسې زلمي موجود دي، چې دَ وطن پۀ عزت باندې خپل مال او سر قربانول سبب دَ فخر ګڼي، خپل ځان ورکول غواړي خو دَ وطن بې عزتي او ذلت خوښولو ته تيار نۀ دي. نن دَ دنيا پۀ ګُټ ګُټ کښې دَ خدائي خدمتګارو نوم پۀ ډېر عزت سره اخستے شي او ستاسو پۀ برکت دَ سرحد (پښتونخوا) زمکه دَ ايمان او دَ غېرت يوه ټکړه شمارلې شي. دَ هندوستان پۀ نورو صوبو کښې هم داسې زلمي شته چې دَ ملک پۀ محبت کښې هر يو تکليف تېرولو ته تيار دي، ولې دَ تېرو دوو جنګونو د ازادۍ پۀ ورځو کښې چې کومې سختۍ او مصيبتونو تاسو تېر کړي دي، دَ هغې لسمه حصه هم بلې صوبې تېره کړې نۀ ده، هم دغه وجه ده، چې کوم اصلاحات او اختيارات دَ حکومت نور هندوستان پۀ پنځوس کاله کښې حاصل کړي دي، تاسو پۀ يو دوه کاله کښې دننه دننه حاصل کړو، تاسو ته پۀ دې زرينو کارنامو چې څومره مبارکي درکړې شي، کمه ده، خو ولې نن دا يو سوال پېدا کېږي چې ولې ستاسو کار پوره شو او بس تاسو به نور څۀ تکليف نۀ تېروئ، کاميابي حاصله شوه؟ افسوس! چې دَ دې جواب ډېر تريښ دے،زمونږ خوږ وطن لا هغسې “غلام” دے، پۀ مونږ لا هغسې دَ اجنبي حکومت پنجه پرته ده، مونږ ته اګر چې څۀ نا څۀ اختيارات راکړے شوي دي، ولې هغه واک او اختيار چې مونږ پرې دَ خپل وطن دا خواري، غريبي ورکه کړو، پۀ وطن کښې دَ علم او دَ هنر چينې جاري کړو، بې کاري او بې روزګاري ورکه کړو، دَ خپل وطن يو اوسېدونکے دَ حاکم قوم دَ يو کس سره پۀ تول برار کړو، لا تر اوسه مونږ ته حاصل نۀ دے، دَ خزانې کنجيانې دَ انګرېزانو سره دي، پۀ غټو غټو نوکرو مقررتيا دَ ولايت نه کېږي او دَ قانون پاس کېدل دَ وائسرائے او ګورنرانو پۀ منظورۍ موقوف دي، نو پۀ داسې حال کښې دَ کوشش نه لاس اخيستل پۀ خپله غلامۍ به دَ رضامندۍ اظهار کول وي نو کۀ چرې خدائي خدمتګارو دا قسم پۀ رښتيا کړے وي چې مونږ بۀ هله ارام کوو چې تر څو مو ملک ازاد کړے نۀ وي، نو وخت دے چې هر يو خدائي خدمتګار دَ راتلونکي امتحان دپاره بيا تياري شروع کړي او دَ بيګل پۀ اواز دَ جنګ (دَ جدوجهد) مورچې تلو ته تيار ناست وي او ورسره ورسره دا خبره ډ ېره ضروري ده، چې هر يو خدائي خدمتګار خپل ځان دَ هغه عېبونو او نقصانونو نه پاک کړي، کوم چې دَ يو خدائي خدمتګار دَ شان خلاف وي.

    خدائي خدمتګار پۀ رښتيني معنو خدائي خدمتګار جوړ شي، پۀ ځان کښې داسې ښۀ او نېک خويونه پېداکړي، چې دَ هر خيال سړے دَ دۀ پۀ تعريف کولو مجبور شي او دَ خدائي خدمتګارۍ خوږې ورورولۍ ته دَ هر سړي مينه پېدا شي. زمونږ ډېر خدائي خدمتګار وروڼه چې دَ قومي خدمت پۀ وجه ئې څۀ عزت پېدا شوے وي، ځان دَ عامو خلقو نه ډېر زيات ګڼي او عامو خلقو سره دَ غرور او تکبر سلوک کوي او ځينې داسې خدائي خدمتګاران بۀ هم وي، چې اخلاقي حالت بۀ ئې ډېر پرېوتے وي، نشې بۀ کوي، غلا، جواري بۀ کوي، مونځ اودس بۀ بالکل نۀ کوي، پۀ لېن دېن کښې بۀ ډېر کوټه والے کوي، دَ داسې وروڼو پۀ خدمت کښې عرض دے، چې دَ خدائے دپاره خپل ناکاره خويونه دې بدل کړي، دَ هر ناکاره عمل نه دې تائب شي، دَ خدائے دَ مخلوق سره دې پۀ مينه محبت سره سلوک ساتي او کۀ دَ بد قسمتۍ نه دا بدعادتونه نۀ شي پرېښودے، نو بهتره خبره دا ده، چې دَ خدائي خدمتګارۍ نه ځان جدا کړي او دَ الله پاک پۀ مخ کښې ځان دَ بدنامۍ نه بچ کړي، مونږ پۀ دغسې عمل پۀ مخکښې تلے شو او نۀ دَ غېر قام دَ پنجې نه ازادي حاصلولے شو، نو هم دَ دې مطلب دَ پوره کولو دپاره مونږ دَ يوې نوې ورورۍ او نوې عزيزدارۍ بنياد کېښودو او هغې ته مو نوم کېښود “دَ خدائي خدمتګارۍ تحريک”.

    دا تحريک دَ اتو کالو نه مونږ شروع کړے دے، زمونږ دا کوشش دےچې دَ هر پښتون غوږ ته مونږ خپل اواز ورسوو او پښتانۀ پۀ دې کښې شامل کړو.

    دَ دې نوې ورورۍ پۀ ذريعه مونږ دَ پښتون قام بيا يو کول غواړو، پۀ دوي کښې بيا مينه او محبت پېدا کول غواړو، دے بيا پۀ يو اواز روانول غواړو، زمونږ پۀ دې نوې عزيزدارۍ کښې هر يو پښتون کۀ غريب دے، کۀ امير دے، کۀ خان دے، کۀ ملک دے، کۀ ميا دے، کۀ ملا وي، هندو وي، کۀ مسلمان وي، پۀ يو شان شريکېدے شي، صرف پۀ يو شرط سره چې دَ خدائي خدمتګارۍ اصول کوم چې مونږه ايښي دي، وپېژني او پۀ هغې روانېدو ته تيار وي.

    (بس) والسلام

  • خدائي خدمتګار حبيب الله کاکا – سعيد احمد شاهي

    خدائي خدمتګار حبيب الله کاکا – سعيد احمد شاهي

    پۀ خدائي خدمتګارتحريک کښې ډېر سپېځلي او پاک خلق شامل دي کومو چې د خپل وطن او قام خدمت ډېر پۀ مينه، جوش او بې غرضۍ سره کړے دے، او نړۍ ته ئې دا ثابته کړې ده چې پښتون پۀ رښتيا يو ډېر مهذب او پۀ خپل وطن او خلقو باندې مئين قام دے. او پۀ خدمت کښې دوي د دنيا د نورو مهذبو قامونونه وروستو نۀ دي.

    د دې وجه دا وه چې فخر افغان باچاخان د خپلو ملګرو تربيت پۀ دې طريقه کړے ؤ چې د دوي پۀ رګ رګ کښې ئې د قام او وطن مينه شامله کړې وه. او يوه داسې ورورولي پۀ دوي کښې پېدا شوې وه چې دوي به د يو بل نه خپل سرونه هم قربانول. د مشرانو د طرف نه دوي ته به چې کوم يوکار هم پۀ حواله شو دوي به د زړۀ دکومي هغه کار کولواو سر ته به ئې رسولو. پۀ دې لار کښې دوي د هېڅ قسمه دړکو، وهلو ټکولو،زندان يعنې چې د مرګ نه هم نۀ دي وېرېدلي او پۀ مخه تلي دي. پۀ دوي کښې د حبيب الله کاکا نوم هم شامل ؤ. حبيب الله کاکا پۀ کال 1920ز کښې پۀ بابړه کښې پېدا شوے ؤ. د پلار نوم ئې مومن خان ؤ. دوي پينځه وروڼه او يوه خور وه. چې حبيب الله کاکا پۀ کښې د ټولو نه کشر ؤ. چونکې پۀ هغه وخت کښې څۀ مکتب يا مدرسه پۀ نزدې علاقو کښې موجود نۀ وه نو دۀ د بدقسمتۍ نه دنياوي تعليم حاصل نۀ کړے شو. خو ديني تعليم ئې خپل کور سره نزدې جومات چې د مولانا صمداني صاحب جومات باندې مشهور ؤ هلته کښې د مولانا صمداني صاحب چې هغوي پۀ خپله هم يو خدائي خدمتګار ؤ، څخه حاصل کړو.

    د دې نه علاوه دې جومات هم پۀ خدائي خدمتګارتحريک کښې ډېر اهم کردار ادا کړے دے چې پۀ يو بل ځانګړي مضمون کښې به پرې د ليکل کولو کوشش کوم. چونکې اوس دا مضمون د حبيب الله کاکا روان دے نو خپل ځان به دې پورې محدود کړم.

    خدائي خدمتګار حبيب الله کاکا چې کله پۀ ښۀ او بد پوهه شو نو د خپل پلار سره ئې زمينداري شروع کړه . هغۀ له الله پاک يو خصوصي طاقت ورکړے ؤ او د الله پاک پۀ فضل هغه يو پهلوان ؤ. د درې څلورو کسانو کار به حبيب الله کاکا پۀ يواځې ځان کولو. کله چې فخر افغان بابا د پښتون قام د بېدارۍ پۀ غرض د هر پښتون کوڅو ته تللو نو هم پۀ دغه سلسله کښې ئې د بابړې کلي هم بې شمېره دورې کړې دي او بابړه به فخر افغان بابا خپل دوېم کلے ګڼلو. د بابړې اوسېدونکو هم د فخر افغان بابا پۀ اواز لبېک وئيلے ؤ. او هره خبره به چې وه نو د بابړې خلق به پۀ کښې د ټولو نه مخکښې پۀ وړومبي صف کښې ولاړ وو. پۀ بابړه کښې د ټولو نه لويه حجره پۀ هغه وخت کښې د سيد لعل بادشاه عرف بړاميا وه او چې پۀ کلي به کۀ څۀ وړوکې يا لويه غونډه وه هغه به هم پۀ دې حجره کښې کېدله. د غونډو نه علاوه پۀ فارغ وخت کښې به د کلي خلق دې حجرې ته را غونډېدل او پۀ خپلو کښې به ئې ګپ شپ لګولو.

    حبيب الله کاکا به د دغې خلقو خدمت کولو او چې د ګرمۍ موسم به ؤ نو شربت، کۀ د يخنۍ موسم ؤ نو چاے او کۀ د ډوډۍ وخت به ؤ نو ډوډۍ به ئې هم را وړله. د دې نه علاوه کۀ مېلمانۀ به راغلل نو د هغوي خدمت به ئې هم کولو. دا نه چې دا هرڅۀ به يواځې حبيب الله کاکا د خپل جېب نه يا خپل کور نه کول بلکې د خپل کور نه علاوه به هغوي د بړاميا د کورنه هم دا هر څۀ را وړل. د دې نه علاوه کوم خلق چې به دغلته کښې ناست وو د هغوي د کورونو نه هم را وړل او دا ټول خدمت به حبيب الله کاکا او د هغۀ ځامنو کولو. حبيب الله کاکا چونکې يو پهلوان ؤ نو دوي به کله چې هم د کبډۍ څۀ مقابله پۀ کلي کښې يا د کلي نه بهر کېدله نو حبيب ا لله کاکا به پۀ کښې برخه اخستله او پۀ دغه ډول ډېرې مقابلې ئې ګټلې وې. د هغوي يوه خبره ډېره مشهوره ده چې فخر افغان بابا له يو کس پۀ دوابه نحقۍ خرکۍ کښې يو اس پۀ تحفه کښې ورکړے ؤ چې هغه اس ډېر سرکش او مست ؤ. او هېڅ چا هم نۀ شو قابو کولے ۔ چې حبيب الله کاکا خبر شو نو هغۀ ورته ووئيل چې دا اس به زۀ د دوابې نه اتمانزو ته بوځم، تاسو ټول بې غمه شئ. او هم هغسې وشوه . حبيب الله کاکا هغه سرکشه اس رام کړو او د پاسه پرې سور شو او اتمانزو ته ئې ورسولو. د هغې نه پس د حبيب الله کاکا د پهلوانۍ قيصې تر لرې لرې پورې ورسېدې. حبيب الله کاکا يو ډېر مخلص انسان ؤ. تعليم خو ئې نۀ ؤ کړے خو د اخلاقو پۀ داسې درجه کښې ؤ چې د هغۀ نه به پۀ کلي کښې او د کلي نه بهر هم کوم ځايونو کښې چې د بابړې د خلقو لوڼه خوېندې وادۀ شوې وې، هغه کورونو هم د هغۀ نه ستر نۀ کولو. حالانکې پۀ بابړه کښې د سيدانو کورنۍ ګڼې دي او پښتانۀ بالعموم او سيدان بالخصوص د کور د پردې خيال ساتي. خو د حبيب الله کاکا به چې کله هم څۀ سوال جواب يوړلو نو دغه معززو کورونو به پرې پۀ کور دننه چاے اوبۀ کول او د دې دومره لوي اعتبار وجه د حبيب الله کاکا اخلاق وو.

    د دې نه علاوه حبيب الله کاکا دومره خوش اخلاقه انسان ؤ چې کۀ وړوکے ؤ، کۀ لوے، کۀ ځوان ؤ او کۀ بوډا حبيب الله کاکا به ورسره ښۀ پۀ مزاحيه انداز کښې ګپ شپ لګولو. او هغوي سره به ئې د موقعې مناسبت سره خبرې اترې کولې.او چې يو ځل به چا ورسره ګپ لګول شروع کړل نو د هغۀ محفل نه به بيا د پاسېدو ته د چا زړۀ نۀ کېدلو.او زړۀ به ئې دا غوښتل چې دے لګيا وي ګپ لګوي او مونږ ئې اورو او خوند ترې اخلو.

    د 12 اګست 1948ز د بابړې خونړۍ پېښه کښې هم حبيب الله کاکا يو ډېر اهم کردار ادا کړے ؤ. حکومت چې کله د خدائي خدمتګارو پۀ پرامن جلوس باندې ګولۍ ورول شروع کړل او ډېر خدائي خدمتګاران پۀ کښې شهيدان او ژوبل شول هم دغه دوران کښې حبيب الله کاکا د سيد لعل باچا (بړاميا) ، خان عبدالولي خان او بي بي مهرتاجه سره يوځاے د ژوبل کسانو مرهم پټۍ کولې او هغوي به ئې د ګولو د مېدان (جمعې جومات) نه نزدې ابادۍ پورې پۀ خپله ملا باندې اوړل او محفوظو ځايونو ته به ئې رسول. کله چې بيا حالات صحيح شو او کرفيو ختمه شوه نو د هغه زخميانو او شهيدانو وارثان بيا بابړې ته راغلل او د قيوم خان د طرف نه لګولې شوې جرمانې او د ګولو قيمت ادا کولو نه پس هغوي هغه مړي او زخميان خپل خپل کورونو ته يوړل. د حبيب الله کاکا د وېنا مطابق هغۀ پۀ خپل لاس کم از کم د اتيا نه واخلې تر سلو پورې مړي او زخميان محفوظو ځايونو ته پۀ دغه ورځ رسولي وو. د حبيب الله کاکا نه علاوه د خواو شا د کورونو خلقو هم ګڼ شمېر مړي او زخميان محفوظو ځايونو ته رسولي وو. او د بابړې داسې کور نۀ ؤ چې پۀ هغې کښې د 8 يا 10 کسان مړي يا زخميان نۀ وو پټ کړے شوي. د دې نه علاوه فوځ او ملېشاء به کوڅه پۀ کوڅه ګرځېدل، د بابړې او د پړانګو د خلقو دکورونو بې عزتۍ به ئې کولې او دا خبره به ئې کوله چې تاسو د باچاخان ملګرتيا پرېږدئ ګنې نو نور به هم ډېر نقصان ومومئ. د يوې اندازې مطابق پۀ دغه پېښه کښې 56 زره ګولۍ د ټوپک او مشين ګنو چلېدلې وې اود هر مړي او زخمي نه کم از کم سل روپۍ جرمانه اخستې شوې وه. هسپتال والو د دغې زخميانو د علاج نه انکار کړے ؤ. نو د دې ظلم او زياتي به تاريخ کښې بل مثال څۀ ملاوېږي. ځکه دا د پښتنو د کربلا پۀ نامه يادېږي.

    د دې پېښې پۀ ياد کښې هر کال د 12 اګست ورځ کولے شي. او هر کال پۀ 12 اګست د دغې پېښې پۀ ياد کښې پۀ بابړه کښې کور پۀ کور د شپې ډېوې او شمعې بلېږي. او سحر بيا هم هغه د سيد لعل باچا (بړاميا) چې زوي د سيد فصيح باچا ؤ د هغۀ حجرې نه د 12 اګست 1948ز د جلوس د يووالي د پاره را اوځي او هم پۀ هغه لارو بيا غازي ګل بابا جومات ته ځي او هلته د جلسې نه پس د شهيدانو ياد ګار ته ځي او پۀ هغې باندې ګلونه اچول کېږي. او د هغه ځاے نه بيا ټول جلوس خورېږي.

    حبيب الله کاکا به د خدائي خدمتګارو هرې يوې غونډې له ځان رسولو او پۀ خصوصي توګه کومه غونډه چې به پۀ بابړه کښې وه هغې کښې به ئې د لاسو پښو خدمت ته ځان حاضر ساتلو ۔ نۀ يواځې دے بلکې خپل ټول ځامن چې شپږ کسان وو هغوي ته به ئې هم حکم ورکولو چې د راغلو مېلمنو د زړۀ د اخلاصه خدمت وکړئ او څوک هم خفه لاړ نۀ شي.

    د برانچ او تپې د تنظيم نه چې به کله حکم وشو چې د جرګې يا غونډې د پاره دې خلق خبر کړے شي نو حبيب الله کاکا به کوڅه پۀ کوڅه ګرځېدو او ټول د تحريک او خدائي خدمتګاران به ئې خبرول. چونکې هغه وخت د اطلاعاتو نظام دومره مخ پۀ وړاندې نه ؤ تلے کوم چې مونږ نن سبا خپل ګېر چاپېروينو نو بيا هم خدائي خدمتګارانو خپل د خېر خبر نظام دومره تکړه جوړ کړے ؤ چې پۀ لږ وخت کښې به د پښتونخوا د يو ګټ نه خبر تر د بل ګټ پورې رسېدلے ؤ.

    بعضې وخت چې به کله ډېره سختي وه او پۀ عام طريقه د غونډې خبره کور پۀ کور رسول ګران وو نو حبيب الله کاکا به نغاره خپلې غاړې ته واچوله او د کلي هرې کوڅې ته به لاړو او هلته به ئې نغاره ووهله او اعلان به ئې پۀ کورړ ورډز (Code Words) کښې، د مثال پۀ توګه داسې اعلان وکړو. ” چې يو ضروري اعلان واورئ، د حضرت ګل بابا نه يو سنډا ورک شوے دے او دغې پسې د ګرځېدو يا پېدا کولو د پاره به نن د فصيح باچا ارټ کښې د کلي مشران را غونډېږي، تاسو مهرباني وکړئ د ماښام مانځۀ نه پس د فصيح باچا ارټ ته ځان را ورسوئ” چونکې خدائي خدمتګاران ډېر پوهه او خپل تحريک سره کلک تړلي خلق وو نو چې د حبيب الله کاکا به دغه سوال جواب به هم پوهه شواو هغه مقرره وخت لۀ به ئې ځان هم هغه ټاکلے شوي ځاے ته ورسولو. دا بندېزونه يوازې د پېرنګيانو وخت کښې نۀ وو بلکې د هندوستان د وېش نه پس هم د پاکستان واکمنو جاري ساتلي وو او هغوي به خدائي خدمتګارو ته د خپل دښمن پۀ نظر کتل. ولې چې مسلم ليګ او د هغوي خوا خوږو سره د عام اولس مرسته خو نۀ وه بلکې د عام اولس ټولې همدردۍ او تړون د خدائي خدمتګارو سره وې. او خدائي خدمتګار به هغوي خپل ملاتړ او غمخوار ګڼل او د خپل سر، بچو، مال حال، جائيداد او د هرڅۀ نه پرې ورتېر وو. حالانکې پېرنګي او د هغوي نه پس د پاکستان واکمنو پۀ دوي باندې هر قسمه وس وکړو، وهل ټکول، قېدونه، جرمانې، د کورونو او جائيداد نيلامي عن د ټوپکو ګولې ئې پرې وورولې خو بيا هم دا خلق ئې د خپلې لارې نه بې لارې نۀ کړل او د ظلم او جبر دا سلسله اوس هم پۀ مختلف شکلونو کښې جاري ساتلې شوې ده. بهانه هم هغه زړه ده خو شکل ئې بدل دے. کله ئې د ترهه ګرۍ پۀ نوم، کله ئې د ټارګټ کلنګ او کله څۀ او کله څۀ شکل يا طريقه ده چې تر اوسه روانه ده. او د فخر افغان بابا د قافلې خلق اوس هم د هغه پخوانۍ جذبې او تړون سره روان دي او د دې هرڅۀ باوجود هم خپله لاره بدلوي نه بلکې ورځ پۀ ورځ خپل تړون نور هم مضبوطوي.

    خبره د حبيب الله کاکا روانه وه خو دا يو څو خبرې پکښې ما ته ضروري ښکارېدې نو بيان مې کړې. حبيب الله کاکا ډېر د غربت او تنګ دستۍ عمر تېر کړے دے خو پۀ خپله خوددارۍ ئې هېڅ قسمه سودا نۀ ده کړې. د دې هغې غټه وجه دا هم وه چې هغۀ له الله پاک پۀ تحريک کښې داسې ملګري او مشران ورکړي وو چې پۀ خدائي خدمتګار تحريک کښې د خپل فهم وفراست پۀ وجه لوړ مقام او نوم لري او خلق ئې خپل استاذان ګڼي بلکې احمدکاکا، سيدفصيح باچا، عابدباچا، عبدالغفوراستاذ، سالار انځرګل، عبدالمصور زرګر، عبدالاحدکاکا، عبدالمالک فدا، سيد لعل بادشاه (بړاميا)، عبدالله کاکا، فضل رحمان، بابو غلام رسول، باز استاذ، حبيب شاه کاکا او حضرت ګل کاکا شامل وو. او بيا پۀ خصوصي توګه حضرت ګل کاکا او عبدالغفور استاذ سره ډېر نزدې پاتې شوے ؤ او د پروپېګنډې کار به ټول دوي پۀ شريکه کولو.

    د حبيب الله کاکا او د دۀ ملګرو پۀ شان خلق ټول د خدائي خدمتګار تحريک روح روان وو او دوي دا ټول تحريک کار پۀ خپله اوګه کړے ؤ او منزل ته ئې رسولے ؤ. الله پاک دې دا ټول مشران سره د خاورو وبخښي. حبيب الله کاکا تاريخ وفات هم پۀ يو خاص ورځ يعنې 12 اګست 2007ز دے او دے خپله پلارنۍ مقبره پړانګو کښې پروت دے. او د دوي کارنامې او خدمت اوس هم ټول خلق پۀ ښو ټکو کښې يادوي ۔ ددۀ پۀ پسماندګانو کښې يوه ښځه، شپږ ځامن او دوه لوڼه شاملې دي. د دۀ مشر زوے امان الله کاکا چې عمر ئې نن سبا تقريباً اتيا کاله دے او ژوندے دے او دے پۀ خپله هم د دې تحريک برخه پاتې شوے دے او پۀ را روانو ګڼو کښې زما دا کوشش دے چې يو مضمون هم پۀ هغۀ باندې هم وليکم. او هغۀ سره چې کوم واقعات تړلي دي هغه ستاسو مخې ته راولم.

    راوي: (١) امان الله کاکا (مشر زوے)

    (٢) احسان الله کاکا (زوے)

    (٣) رحمت الله کاکا (زوے)

    (٤) سحرګل (زوے)

  • د باچا خان بابا اقوال

    د باچا خان بابا اقوال

    1. زما ملګرتيا کښې غمونه او تکليفونه دي، زما لار د ازغو نه ډکه ده، زما ملګرتيا صرف هغه څوک کولے شي چې د خپل ملک او قوم دپاره خپل ځانونه خاورو کښې خاوري کولے شي، پۀ دې لار کښې صدارت، جرنېلي او ممبري نشته او نۀ پۀ دې لار کښې وزارت شته، پۀ دې لار کښې قرباني، تکليفونه او غمونه برداشت کول دي.

    2. پۀ ژوند کښې لوے فن دا دے چې لۀ هغه وخت نه استفاده وشي چې پۀ مونږ تېرېږي.

    3. زما د لرې برې پښتونخوا لۀ پښتنو سره دومره مينه ده چې زۀ ئې بيان نۀ شم کولے، خپل ملک خپل قام سره وږے تږے او پۀ تکليف کښې خوشحاله يم، پۀ بل ملک کښې پۀ عېش و عشرت کښې نا.

    4. چې کوم قوم ته خپله ژبه سپکه شي نو هغه سپک شي او چې خپله ژبه ورځنې ورکه شي نو هغه قام ورک شي. مذهب د نفرت نا بلکې د مينې او محبت علمبردار دے.

    5. بې د انقلابي اصلاحاتو دا معاشره پاکېږي نا او د انقلابي اصلاحاتو د نفاذ دپاره انقلابي ذهنيت او انقلابي اراده او اخلاص پکار دے.

    6. زۀ يو انقلابي يم، زما د پېژندګلو کوشش وکړئ، زۀ يو انقلابي خدائي خدمتګار يم او زمونږ دا تحريک هم انقلابي دے.

    7. ظالمان بهادران نۀ وي، ډېر بزدله او بې ايمانه وي، بهادر سړے پۀ چا هېچرې ظلم نۀ کوي.

    8. مشکلاتو کښې مونږ کار شروع کړے ؤ خو زمونږ کار ورځ پۀ ورځ ترقي کوله ځکه چې زمونږ کار د خدائے د مخلوق دپاره ؤ، زمونږ پکښې ذاتي غرض نۀ ؤ بلکې ذاتي مو پکښې نقصان ؤ.

    9. زما به همېشه دا کوشش ؤ چې د ښځو د مغزو نه د کمترۍ احساس لرې کړم، ځکه چې پۀ دوي کښې دا احساس خودغرضو او ناپوهو سړو پېدا کړے دے.

    10. رښتيني خدائي مذهب خو د مخلوق خدمت دے، مينه ده، محبت دے، انصاف دے، عدالت دے، بردباري او ايمانداري ده چې هغې کښې د خداے د مخلوق ګټه او فائده ده، دا نن چې تاسو وينئ دا سرمايه دارو د خپلو غرضونو د پوره کولو دپاره د مذهب پۀ نوم يوه لوبه جوړه کړې ده، دا نننے مذهب خو د يو کس د عېش و عشرت دپاره دے، د خداے د مخلوق د ارام دپاره نۀ دے.

    11. چې څوک غلط کار وکړي هغې ته غلط ووايئ، نۀ سړيتوب، نۀ مذهب، نۀ انسانيت، نۀ شرافت او نۀ اخلاق دا وائي چې مونږ د غلط کار او غلط سړي ملګري شو.

    12. ډپلومېسي منافقت دے او زۀ خو منافق نۀ يم چې پۀ خولۀ مې يوه وي او پۀ زړۀ مې بله وي.

    13. د تشدد نه نفرت او عدم تشدد نه محبت پېدا کېږي.

    14. يو قام هله ترقي کولے شي چې د هغوي سره ښځې اوږه پۀ اوږه لکه د ګاډي د دوېمې پايې روانې شي.

    15. د دروغو مزل لنډ وي او تر هغه وخته پورې وي چې رښتيا ښکاره شوي نۀ وي.

    16. پښتون يو ژوندے قوم دے، د قوميت او قربانۍ ماده هم پکښې شته خو راويښول غواړي.

    17. زۀ هغه خلق نۀ خوښوم چې پۀ زړۀ ئې يوه او پۀ خولۀ بله وي او داسې پارټي يا ډله دنيا کښې چرې نۀ کاميابېږي او کۀ کاميابه شي نو د څو ورځو دپاره.

    18. زۀ دا خبره د خپل قوم دپاره خطرناکه ګڼم چې هلکانو لۀ خو دې تعليم ورکړے شي او جينکۍ دې د علم نه محرومې پاتې شي.

    19. انقلاب يو سېلاب وي چې راشي نو اودۀ خلق يوسي او ويښ خلق ترې نه فائده وچته کړي.

    20. قام هله د چا اثر قبلوي چې اثر واله پکښې پېدا شي.

    21. حق څوک چاله ورکوي نا بلکې حق اخستلے کېږي.

    22. د زمانې د بدلون سره کۀ قام بدل شي ترقي وکړي، ګنې وروستو پاتې شي.

    23. د جنګ پۀ وخت کښې اسونه نۀ تيارېږي.

    24. پښتانۀ ډېر ښۀ قام دے، دوي پۀ افسانو او قيصو ډېر نۀ پوهېږي، هر ښۀ کار چې پۀ دوي کوې نو ځان ورته نمونه کړه، چې تۀ روان شوې، دوي هم درپسې روانېږي.

    25. زمونږ پۀ خلقو کښې دا يو لوے کمے دے چې مونږ همېشه د بل د کمزورو او عېبونو راوښکلو او لټولو پۀ غم او فکر کښې يو او خپلو کمزورو او عېبونو ته فکر نۀ کوو.

    26. بل هله خوشحالولے شې چې پۀ ځان تکليف تېر کړې.

    27. په خدمت کښې اختلاف نۀ راځي او نۀ کېدے شي، اختلاف همېشه پۀ ذاتياتو کښې وي.

    28. مونږ لۀ د چا نه نفرت کول نۀ دي پکار، پکار ده چې هر چاسره ښۀ سلوک وکړو.

    29. د هر سړي عزت پۀ خپل لاس کښې دے او کۀ هر سړے خپل خواهشات او ضروريات قابو کړي نو همېشه به پۀ ارام، خوشحاله او عزت مند وي.

    30. د کوم قام ښځې چې بېدارې شي او د ملک د ازادۍ دپاره ملا وتړي نو هغه قام څوک غلام ساتلے نۀ شي.

    31. ما دې خپل بدنصيب قام ته کتل چې اول خو د دوي د خدمت څوک نۀ وي او کۀ څوک يو نيم پېدا هم شي نو څوک د خدمت موقع نۀ ورکوي.

    32. څوک چې د خدائے دپاره د قام خدمت کوي نو د هغۀ مخه څوک نۀ شي بندولے.

    33. کۀ پښتون ،پښتون شي نو دے څوک غلام کولے نۀ شي.

    34. د جذباتو لاره د ابادۍ لاره نۀ ده.

    35. زۀ به د عدم تشدد پۀ حق کښې او د تشدد پۀ مخالفت کښې جنګېږم، هر چرته او هر کله چې جنګ وي زۀ به پرې لعنت وايم.

    36. کۀ د ظالم او مظلوم مقابله راشي نو مونږ به د مظلوم ملګري يو.

    37. پۀ بل د اعتراض نه مخکښې د ځان اصلاح پکار ده.

    38. په خپله صفا خبره کوم او د بل نه هم پۀ صفا اورېدلو خوشحالېږم.

    39. د يو ملک دپاره ټولو نه ضروري شے امن دے.

    40. بې تعليمه خلق د مذهب پۀ نوم ډېر زر دهوکه شي.

    41. مونږ پۀ خپله خاوره امن غواړو.

    42. د هېچا دپاره خپل اصول پرېښول نۀ دي پکار.

    43. مايوسي د خلقو عقيده کمزورې کوي، پۀ هېڅ حال کښې مايوسي نۀ ده پکار.

    44. څوک کۀ د ژوند سره مينه لري نو د خپل ملت د ژوند پۀ لاره کښې دې مړ شي.

    45. پښتانۀ د هر چاسره ورورولي کوي خو غلامي د ورور هم نۀ قبلوي.

    46. په سياست کښې همېشه رښتيني اوسئ ځکه چې ستاسو دوستان پۀ تاسو باور لري او ستاسو پۀ خبرو عمل کوي، دښمنان تاسو ته معتقد نۀ دي، ستاسو هره خبره دروغ ګڼي او د معنٰي برعکس عمل کوي.

    47. د سياست هنر فرصت نۀ پېدا کوي بلکې د فرصت نه استفاده او ګټه پورته کوي.

    .48 پۀ دنيا کښې دوه قوتونه دي، يو توره او بل تدبير دے، خو تدبير همېشه پۀ توره غالب وي.

  • د خپل ياد پۀ جزيرو کښې ولي خان او سياسي شګوفې – م.ر شفق

    د خپل ياد پۀ جزيرو کښې ولي خان او سياسي شګوفې – م.ر شفق

    پخواني مارشل لاء اېډمنسټرېټرجرنېل محمد يحيٰي خان چې پۀ کال ١٩٧٠ز دسمبر کښې د ټولټاکنو (جنرل الېکشن) اعلان وکړو نو ورسره ئې يو څو شرطونه لګولي وو چې کومه سياسي ډله اکثريت وګټي نو دا به قومي اسمبلۍ کښې شپږ شلو (١٢٠) ورځو کښې د ملک د پاره د ائين مسوده وړاندې کوي، ائين ساز اسمبلي به د دې منظوري ورکوي او بيا به د صدر مملکت دستخط کولو نه پس نافذکولے شي. يو شرط دا هم ؤ چې ټولټاکنو کښې به صرف هغه سياسي ډلې برخه اخلي چې د پاکستان پۀ استحکام يقين لري، سرکاري مذهب دين اسلام مني او نظريه پاکستان مني.

    دانتخابي مهم پېل کېدو سره ځينو سياسي او مذهبي ګوندونو دې نعرو له زور ورکړے ؤ چې پاکستان خطره کښې دے او اسلام خطره کښې دے.

    د انتخابي مهم پۀ لړکښې د طورو خدائي خدمتګار دوست محمد شېخ پۀ حجره کښې د کلپاڼۍ ګودر پۀ غاړه د نېشنل عوامي پارټۍ يوه درنه جلسه شوې وه. د طورو عبدالمجيدخان اېډوکيټ پۀ بلنه د پارټۍ مشر عبدالولي خان د مايارو نه د مني خېل سواړيان اوشهامت پور پۀ لاره جلسه ګاه ته پياده مزل کړے ؤ. ځاے پۀ ځاے ورته استقبالي دروازې جوړې کړې شوې وې او د ګلونو پاڼې پرې شېندلې شوې. پۀ زرګونو خلقو ته عبدالولي خان تازه شګفته لهجه کښې يو مختصر او کوټلے تقرير کړے ؤ. دۀ وئيلي وو مونږ د انګرېزانو د غلامۍ پۀ دور کښې هم د قومي ازادۍ او جمهوري حقونو د پاره د باچاخان پۀ مشرۍ کښې مبارزه کړې ده. خدائي خدمتګارانو ډېرې قربانۍ ورکړي دي. د عدم تشدد پۀ وسله ئې پېرنګي له شکست ورکړے دے او ازادي ئې ګټلې ده. زمونږ ټول سياست د قوم د خدمت پۀ جذبه دے. پاکستان کښې هم چې اوس زمونږ ځان له مملکت دے، د صوبې د خپلواکۍ، د جمهوريت د بحالۍ او انساني حقونو د پاره جدوجهد کوو. پۀ ملک کښې د ائين او قانون حکمراني غواړو او دغه زمونږ سياست دے.

    د باچاخان او خدائي خدمتګارۍ اصول قراني او اسلامي دي او د انساني شرافت پۀ بنياد سياست کوو. د نېشنل عوامي پارټۍ کارکنان د خدائي خدمتګار تحريک يو تسلسل دے. مونږ د باچاخان پېروکار يو. مونږ خپل قوم له چرې هم د دين او مذهب پۀ نوم دهوکه نۀ ورکوو. زمونږ منشور او دستور د ملک د اقتصادي ښېرازۍ او جمهوري ترقۍ دپاره دے.

    ښاغلي عبدالولي خان ووې چې دا کوم سياسي جماعتونه چې د پاکستان او اسلام پۀ نعرو د خلقو نه ووټونه غواړي دوي له خو جرنېل يحيٰي خان خولې بندې کړې. هرکله چې د هغۀ پۀ ټاکلو ضابطو عام انتخابات کولے شي نو داسې يوه سياسي ډله هم نشته چې هغه به دپاکستان مخالف وي يا الله مۀ کړه د اسلام ، پاکستان هم د ټولو شريک دے. دغسې پاکستان کښې اکثريت د مسلمانانو دےا و اسلام هم د ټولو پاکستاني مسلمانانو شريک دين دے. نو يارانو له اوس چل نۀ ورځي چې کومه نعره ووهي. نېشنل عوامي پارټي د نعرو سياست نۀ کوي، د قوم او ملک د خدمت د پاره پۀ يو جمهوري اقتصادي پروګرام سياست کوي.

    عبدالولي خان چې د نېپ د سياست دغه سپيناوے وکړو نو وې خاندل او د تشو نعرو پۀ سياست پورې ئې يوه واقعه بيان کړه؛ وئيل ئې:-

    (مونږ چې هلکان وو نو د غرمې به مو شاړو شدياړو کښې سمسرې نيولې. د سمسرو سوړې به مو سهي کړې. سمسره به چې د سوړې نه را بهر شوه نو مونږ به ورله زر څپلۍ پۀ سوړه کېښوده. سمسره به اخوا دېخوا تاوېده راتاوېده نو مونږ هلکانو به پرې څادر ورخور کړو او سمسره به ونېولې شوه. دا څوک چې د اسلام او پاکستان چغې سورې وهي دوي ته يحيٰي خان د سياست پۀ سوړه څپلۍ اېښې ده نو اوس لکه دسمسرې هسې تاوېږي را تاوېږي.

    پۀ کال ١٩٧٢ز کښې چې دعبوري ائين ترمخه “پښتونخوا” او بلوچستان کښې د نېشنل عوامي پارټۍ او جمعيت العلماء اسلام شريک صوبائي حکومتونه وو او پۀ مرکز کښې هم پيپلز پارټي حکمرانه پارټي وه. د پيپلز پارټۍ چيئرمين ذوالفقارعلي بهټو کۀ هرڅو منتخب وزيراعظم ؤ او د پارتۍ منشور کښې ئې دا خبره شامله وه چې “ډيموکرېسي از اور پاليسي” خو رويه ئې جمهوري نۀ وه، لکه د سول امر پۀ شان پاليسي ئې شړله، خپلو سړو سره هم او حزب اختلاف سره هم.

    د حزب اختلاف مشر او د نېشنل عوامي پارټۍ سربراه ښاغلي عبدالولي خان به ورته د محتاط رويې او جمهوري حقونو لحاظ ساتلو وېنا کوله. دا به ئې وئيل چې د پاکستان د واکدارانو پۀ دې امرانه پاليسۍ اوغېر جمهوري رويه خو پاکستان دوه ټوټې شو. د مشرقي پاکستان نه مو لاس ووينځلو. اوس کۀ ذوالفقارعلي بهټو صاحب پۀ دغه غېر جمهوري پاليسۍ عمل کوي او خپل مخالف ګوندونه نۀ زغمي نودا پاتې پاکستان به هم څلور ټوټې کړي.

    دا د زړۀ وطن مې ستا د لاسه دوه ټوټې خو شو

    پام ګورې چې نور پرې غرض ونۀ کړې څلور به شي

    سائل

    پۀ داسې موقع به عبدالولي خان شګفته انداز کښې يوه لطيفه کوله چې يو سړي پۀ خر بنګړي بار کړي وو يو پوليس سپاهي مخې لۀ ورغے. پۀ لښته ئې ګزار ورکړو چې دا څۀ دي؟ هغۀ ورته وې کۀ بل ګزار دې ورکړو نو هېڅ هم نشته. نو زۀ درته دغه وايم چې پاکستان يو ګزار خوړلے دے کۀ بل ګزار دې ورکړو د بنګړو د بار مو خداے مل شه.

    پښتنه مينه پوهېدم د بنګړو بار دے

    ما د زړۀ پۀ اوږو راوړه پۀ سر نا

    اندېش

    بهټو صاحب د خپل امرانه خوي ځينې نۀ قلارېدو، مخالف سياسي ګوندونو سره ئې ناروا سلوک کولو. تر دې چې ځينې اخبارونه او رسالې ئې بندې کړې. دغو کښې انګرېزي اخبار “دي سن” او د مجيب الرحمان شامي “زندگي” مجله هم شامله وه. د نېشنل عوامي پارټۍ حکومت د دې رويې خلاف د احتجاج پۀ توګه د قومي صحافت نمانځلو د پاره د “يوم صحافت” کولو اعلان وکړو. د ټاکلي پروګرام مطابق ماسخوتن چوک يادګار پېښور کښې يوه درنه جلسه شوې وه او ښاغلي عبدالولي خان ورته خطاب کړے ؤ. پۀ دغه مازيګر وزيراعظم ذوالفقارعلي بهټو پۀ ټيلي وژن قوم ته خطاب کولو. زما ياد شي دا تقرير ګورنرهاؤس پېښور کښې ولي خان او نورو مشرانو پۀ ټي وي واورېدلو. بيا چې ولي خان چوک يادګار کښې جلسې ته وېنا کوله نو د بهټو صاحب د تقرير حواله ئې ورکړه. بهټو صاحب فرمائي.

    “زما پارټنر(ولي خان) د “يوم صحافت” اعلان کړے دے نو زۀ هم د هغۀ پۀ مرسته کښې د يوم صحافت اعلان کوم”

    عبدالولي خان ووې “بهټو صاحب ستا “پارټنر” به مولانا کوثر نيازي او عبدالقيوم خان وي. ما سره به د برابرۍ پۀ بنياد خبره کوې. پۀ دوو صوبو کښې ستا حکومت دے او پۀ دوو صوبوکښې زما حکومت دے. او دا تۀ پۀ کومه خولۀ د صحافت د ورځې اعلان کوې. تا خو پۀ صحافت قدغن لګولے دے. مرۍ دې ورله تاوه کړې ده. تا خو د کارکوونکو صحافيانو د خلې نوړۍ وشوکولې.

    (ولي خان وخاندل) وې عجيبه ټوقه ده، هغه يو غل د شپې د چا کورته ورننوتو، غلا ئې کوله، د کور مالک پۀ کړس کړوس راويښ شو، چغه ئې کړه غل دے، غل دے. جوړ د چم ګاونډ خلق هم راووتل او نعرې وهي “غل دے غل ” پۀ دې شور ما شور کښې “غل” هم منډه وهله او شور ئې جوړکړو “غل دے غل”، نو يار بهټو صاحب هم مونږ سره نعره شريکه کړه چې ” غل دے غل” د منافقت او درغلۍ هم څۀ حد وي کنه!

    وژني مې بې ځايه خو قاتل نۀ دے

    لوټ شومه تالا شومه غل چرته دے

    قلندرمومند

    ذوالفقارعلي بهټو صاحب چې بلوچستان کښې د وزيراعلي عطاء الله مېنګل ( نېپ جمعيت) حکومت بغېر له څۀ وجې ختم کړو نو د پښتونخوا وزيراعلي مولانا مفتي محمود سره د خپلې کابينې (نېپ، جمعيت) استعفٰي ورکړه، چې د پاکستان پۀ سياسي تاريخ کښې يو مثال دے. د احتجاج داسې اخلاقي جرات لا تراوسه بل چا نۀ دے کړے. دلته يوه ټوقه بله وشوه، د څلوېښت غړو پۀ ايوان کښې اکثريت د نېپ جمعيت ؤ. دوېمه لويه پارټي د قيوم ليګ وه، د دوي لس غړي وو او د پيپلز پارټۍ درې ممبران وو خو صوبائي حکومت د پيپلز پارټۍ جوړ شو. عبدالقيوم خان پۀ دې کار غرض نۀ لرلو ځکه چې هغه پۀ مرکز کښې دکورنيوچارو وزير ؤ. نو خپل ملګري ئې د پيپلز پارټۍ جولۍ ته ور وغورځول. عبدالولي خان به ورپورې ټوقه کوله چې د جمهوريت جنازه ئې پۀ خپله وويسته. د نېپ جمعيت نه پس خو دحکومت جوړولو حق د قيوم ليګ جوړېدو خو پيپلز پارټي پۀ دوه نيم ممبرانو د صوبې حکمرانه شوه.

    دوه نيم ځکه چې پۀ صوبائي الېکشن کښې دحيات محمدخان شېرپاؤ کاميابي نېشنل عوامي پارتۍ يقيني کړې وه. پۀ دغه نشست د حيات خان شېرپاؤ سره مقابله کښې پۀ خان عبدالقيوم خان او د نېپ لالا ايوب ولاړ ؤ. نېشنل عوامي پارټۍ خپل سياسي حريف قيوم خان د صوبې د سياست نه اخوا کول غوښتل. نو د نېپ کلک او وفادار ملګرے لالا ايوب دحيات خان شېرپاؤ پۀ حق کښې د مقابلې نه دستبردار شو اودغسې حيات خان شېرپاؤ وګټله. قيوم خان به وئيل چې شېرپاؤ خو چيټاکے هم نۀ دے خو د “نېپ”پۀ وجه ئې ګټلې وه نو ځکه به ولي خان د پيپلز پارټۍ درې ممبرانو ته دوه نيم وئيل.

    او دعبدالقيوم خان ددې سياسي چالبازۍ پۀ بابله چې د خپل مرکز مضبوطولو د پاره ئې لس صوبائي منتخب ممبران بې نوا پرېښودل وئيل:

    اخون لۀ خو دې پۍ وي کۀ

    د خرې وي کۀ د سپۍ وي

    او ښاغلي بهټو صاحب چې د “سياسي اعتماد” جرګه وګټله نو ولي خان به ورپورې د يوکاکا خېل ميا دا نقل کوو.

    شۀ دې پېژنم، نۀ باز يې نۀ باشۀ

    خو “دغه” کلي کښې اوسې غوشه خوره