Tag: د غني خان شاعري

  • غني خان، يوه کتنه – مولانا محمد يوسف بونېرے، کوالالمپور

    غني خان، يوه کتنه – مولانا محمد يوسف بونېرے، کوالالمپور

    زۀ د ټولو نه وړاندې د پښتون رسالې د چيف ايډيټر ښاغلي ساجد ټکر ډېره مننه کوم چا چې ماته د “پښتون” منفردې مياشتنيزې رساله کښې پۀ باقاعدګۍ سره د حضرت غني خان بابا رحمة الله عليه پۀ کلامونو د ليک کولو بلنه راکړه کومې رسالې ته چې دا اعزاز پۀ بشپړه توګه حاصل دے چې د دې چيف ايډيټر د غني خان پلار او د پښتون قام د زړونو بادشاه حضرت باچاخان بابا رحمة الله علېه ؤ او دا امتياز د نن وخت د يو اخبار او د يوې جريدې پۀ برخه نۀ دے پاتې شوے يعنې نن پۀ بر صغير پاک وطن کښې به داسې د يوې مجلې او اخبار وجود باقي نۀ وي پاتې چې ګنې د هغوي چيف ايډيټران به کوم مخالف مشران او سياستمداران وو.

    د پښتون قام د ازلي نېستۍ لۀ کبله زما د عمر ډېره برخه د خپل پښتني هيواد نه پۀ بهر هېوادونو کښې تېره شوه ځکه زۀ د پښتنو متعلق د ډېرو معلوماتو نه ناخبره يم هم دغه وجه ده چې کله زما خوږ ورور او د کراچۍ نه د عوامي نېشنل ګوند د مرکزي کونسل غړي سېف الرحيم خاکسار ماته د “پښتون” رسالې پۀ حقله دا معلومات راکړل چې د دې مبارکې رسالې مشر ايډيټر حضرت باچاخان ؤ نو تاسو يقين وکړﺉ چې زۀ دومره حېرانه او خوشحاله شوم چې څۀ انتها ئې نۀ وه. حېرانه پۀ دې وجه چې د کومې منارې نه به چې حضرت باچاخان د اودو پښتنو د راويښولو پۀ غرض د “پښتون” رسالې پۀ نامه بانګونه وئيل نو دا زما د پاره ډېر د تعجب مقام دے چې د الله پۀ کرم سره هغه مناره لاتر اوسه قايمه ده د کومې نه چې د ساجد ټکر غوندې زلمي د پښتون قام د بېدارولو پۀ خاطر پنځه وخته اذانونه پۀ لوے اهتمام سره کوي او خوشحاله پۀ دې شوم چې زما غوندې احقر او ناڅيزه انسان ته هم الله پۀ دې ځانګړې رساله کښې د ليک شرف عنايت کړو ولې چې اوس پۀ دې خودغرضه وخت کښې د جنګ ازادۍ د يو سالار هم څۀ باقيات او تبرکات داسې نۀ دي پاتې شوي چې د راتلونکې زمانې نسلونه پرې فخر وکړي لهذا کۀ د ټولو نه اول زۀ د پښتون رسالې د هغې ټولو غړو تشکر او ستاينه ونۀ کړم د چا پۀ قربانو او برکتونو چې د “پښتون” تسلسل لکه د اباسين د چپو تر ننه هينه پورې قايم دے نو دا به د دغې محسنانو پۀ حق کښې يوه ناولې احسان فراموشي وي د کومې ارتکاب چې زما پۀ نيز يوه لويه ګناه ده.

    د دې نه پس زۀ د خپلې مهمې نکتې اړخ ته د تمام پښتون قام پام راګرځول غواړم چې اخر د پښتو ادب د بې شمېره لويو لويو او خوږو شاعرانو باوجود ما ولې فقط د غني خان پۀ کلام د وضاحتونو کولو اراده کړې ده؟ ايا دغه نور شاعران د دې قدر وړ نۀ دي چې د هغوي پۀ کلامونو دې خبرې وشي؟ ايا زۀ محمد يوسف بونېرے) د غني خان بابا پۀ کلام ځکه ليک يا خبره کوم چې ګنې غني خان د چارسدې خان ؤ او د باچاخان مشر زوے او د ولي خان مشر ورور، د اسفنديار خان مشر ترۀ او د اېمل ولي خان او حېدر خان هوتي نيکۀ دے؟ او دغه نور ګران قدر شاعران د دغه لويو لويو حېثيتونو او نسبتونو نه محرومه دي؟ يا جوړې خامخا زۀ ناڅيزه بنده د وخت د لويو مرتبو لرونکو هستو پۀ نظرونو کښې د خپل ځان د ځايولو يو بې نوره کوشش کوم؟ نو د دې ټولو سوالونو ځواب دا دے چې زما پۀ نظر کښې د پښتو ژبې هر شاعر او ليکوال د قدر او ستاينو وړ دے خو د غني خان بابا نه علاوه هر شاعر پۀ خپل خپل وخت او ژوندانۀ کښې هم د ځان پۀ څېر بلها مثلونه او نظيرونه لري د مثال پۀ توګه کۀ مونږ د دې دور يو لوے خوږ او هر دلعزيز شاعر رحمت شاه سايل واخلو نو پۀ دې خبره کښې هېڅ شک نشته چې سايل صيب ډېر لوے او خوږ شاعر دے خو د دې هر څۀ باوجود پۀ دې موجوده وخت کښې هم چې سايل صېب لا د خېره ژوندے دے، پۀ شاعرانو کښې د ځان پۀ رنګ نور مثالونه هم لري يعنې سايل صېب د پښتو ادب لوے او ښۀ شاعر ضرور دے خو بې مثله نۀ دے ولې چې د سايل پۀ شان نور هم داسې ډېر شاعران موجود دي څوک چې د سايل صېب غوندې کلام او شاعري کوي لکه د مثال پۀ طور ډاکټر خالق زيار، فضل سبحان عابد، اکبر سيال، ډاکټر اسرار، عزيز مانېروال، اکرام الله ګران، اباسين يوسفزے، عبدالرحيم روغانے، سعدالله جان برق، نورالبشر نويد او دغه رنګې بې شمېره نور شاعران دغسې کۀ مونږه د ماضي قريب يا ماضي بعيد د نورو شاعرانو مثال واخلو نو هغوي هم بې مثله نۀ دي لکه چې خوشحال خان بابا، رحمان بابا، عبدالحميد بابا، علي خان بابا، امير حمزه شينواري، قلندر مومند او اجمل خټک نو دوي ټول پۀ ټوله پۀ خپلو او راروانو زمانو کښې ښۀ ښۀ مثالونه لري يعنې د دوي پۀ رنګ هرې زمانې شاعران زېږولې دي او تر قيامته پورې به ئې زېږوي هم. بله دا چې د دوي کلامونه اسان وېړيا او عام فهمه دي يعنې د پښتون قام هر وګړے پري ډېر پۀ اسانۍ سره پوهېږي ځکه د دوي کلامونه د تشريحاتو او وضاحتونو احتياج نۀ لري خو ولې بس يو غني خان دې څوک چې د پښتو ادب د لاله زار پۀ تاريخي صحرا کښې هم د قول پۀ لحاظ يکتا او يوازې دے او هم د عمل پۀ لحاظ.

    يعنې د پښتو ادب پۀ تاريخ کښې نۀ چرته يوې مور د غني خان پۀ څېر شاعر زېږولي دي او نۀ به تر قيامته پورې يوه مور داسې بل غني وزېږوي او دا هدف صرف پښتو ادب ته پروت نۀ دے بلکې د دنيا يوه ژبه به هم پۀ خپل او نړۍ کښې د غني بابا پۀ شان فرزند و نه نغاړي هغه کۀ د عمل پۀ مېدان کښې وي او کۀ د قول پۀ مېدان کښې لکه چې پۀ فعلي او قولي توګه غني خان ځان ته داسې فخريه پېغور ورکوي او ځان ته ګويان دے چې:

    “قسمت درته نعرې وهي ته يې ناست او ځان ته ګورې”

    د دنيا د ادب پۀ تاريخ کښې دا اعزاز فقط غني خان ته حاصل دے څوک چې د پښتنو د سردار مشرے زوے ؤ، باچاخان د دې خپل مشر ځوي د خپل وس او بساط مطابق پۀ اعلي پېمانه سياسي تربيت هم وکړو او غني خان د بابا پۀ توقعاتو باندې سل پۀ سله پوره وختو تر دې چې د هندوستان د لويې اسمبلۍ کامياب غړې هم منتخب شوے ؤ او د باچاخان پۀ مشرۍ کښې د پښتنو زلمو قيادت هم ډېر پۀ احسنه توګه سر ته رسولے ؤ الغرض غني خان د نړۍ پۀ شاعرانو کښې هغه منفرد زاهد او خداے پرست شاعر دے د چا پۀ برخه کښې چې قدرت د دنيا بادشاهي مقدر کړې وه او سره د بادشاهۍ د ټولو اوصافو او صلاحيتونو لرلو باوجود غني د الله پۀ مينه کښې د ځانه ” ولي“ جوړ کړو او د دنيا د تاج و تخت کوم تال چې د غني رب غني ته وړاندې کړے ؤ نو غني د هغې د قبلولو نه لکه د ابراهيم بن ادهم رحمة الله عليه صفا پۀ دې وجه معذرت وکړو چې ګنې د خداے د مخلوق سره به د انصاف پۀ تللو کښې څۀ کمے او زياتے وکړم لکه چې وائي:

    بادشاهي د جهان څۀ کړې ځان له ولې زياتئ غم

    د انصاف تلل مشکل دي څۀ به ډېر کړې څۀ به کم

    کۀ څوک د غني خان پۀ رنګين ژوند د انصاف نظر واچوي نو د زهد نه ډک دا نظم د دنيا د يو شاعر د تخيل بچے نۀ شي جوړېدے ولې چې د دنيا يو شاعر ته هم قدرت د غني پۀ څېر د بادشاهۍ د حصول موقعې نۀ دي ورکړې، د مثال پۀ طور خوشحال بابا کۀ سردار شاعر ؤ خو هغه بادشاهي کړې هم وه او کۀ رحمان بابا زاهد شاعر ؤ نو هغه سردار نۀ ؤ خو د الله پۀ نيز د الله محبوب هغه انسان وي چې د دۀ د بدو کولو وس وي خو بد ونۀ کړي لکه غني بابا وائي:

    چې دې وس د بدو نۀ وي څۀ به تۀ څۀ به دې ښۀ وي

    توبه هله د شرابو چې شراب درته پراتۀ وي

    دا خو بس يو غني د الله پوخ ولي ؤ چې د الله د طرف نه پۀ جولۍ کښې وراچول شوې بادشاهي پۀ ډېران لکه د سوټو غورځوي او خپل جانان ته وايي:

    ربه ماله کۀ دې راکړه بادشاهي د کل جهان

    زۀ به ئې وغورځوم له کوره لکه سوټې پۀ ډيران

    او چې پۀ دې خبره ښۀ ورسېدۀ چې اوس مې بله لار نشته او زما جانان خامخا د بادشاهۍ پېرزونه (ازمېښت) پۀ ما کوي نو پۀ چغو شي او وايي ورته:

    ربه فضل پۀ مونږ وکړه مونږ ساته د دې افته

    چرته غټ خر ته پۀ شا کړه دا د سرو لالونو کته

    سفارش ورته دا وکړه صېب زمونږه له بابته

    وايه پام کوه د دله خره غني ونه وئ پۀ لته

    ځکه خو د ټولې نړۍ اديبانو ته زما دا وېنا ده چې غني خان يوازې د پښتو ادب نه بلکې د ټول جهان د ادب او هغه هم ترقيامته پورې بې مثله شاعر دے د چا پۀ څېر چې به يوه ژبه او يوه زمانه هم دوېم شاعر پېدا نۀ کړي او غني خان د الله سره د مينې او د مخلوق سره د خېر خواهۍ پۀ دشته کښې ډېر نازولے او سپېځلے ولاړ دے.

    ځکه خو غني خان چې شاعري کوي نو د هغۀ د تخيل او علم و فراست معيار دومره لوړ وي چې ټول قام ورته پۀ شريکه هم نۀ شي رسېدے او حال دا دے چې غني خان شاعري پۀ ډېره ساده پښتو ژبه کښې کړې ده يعنې غني خان لکه د خوشحال بابا رحمان بابا يا د نورو شاعرانو پۀ ډول پۀ کلام کښې د عربۍ يا فارسې ژبو داسې څۀ ګران لفظونه هم نۀ دي استعمال کړي چې ګنې د پوهېدلو د پاره به پسې لوستونکي قاموسونه لټوي خو ولې بيا ئې هم د شعر پۀ مقصد څوک نه پوهېږي او د پروفېسر اباسين يوسفزي صېب پۀ رنګ لوے لوے پوهان او عالمان پۀ دې خبره کولو مجبوره شي چې د غني بابا پۀ شاعرۍ به دوه سؤه کاله پس خلق پوهېږي، ولې ؟ ځکه چې غني خان د عمل او د شعر پۀ رباب کښې هغه ساز اړولے دے د کوم تارونه چې د نورو شاعرانو پۀ ربابونو کښې نۀ دي پئيل شوي او د کومو ټنګ چې د قام غوږونو نۀ دے اورېدلے هم دغه وجه ده چې د غني خان د پاره د پښتو ادب رنګين او ګل ورين لاله زار د يوې داسې صحرا منظر وړاندې کوي چې د غني پۀ خيال کښې هم د غني پۀ ډډه او غاړه څوک داسې تېرېدو والا نشته چې د دې خوشبودار ګل نه رنګ او بوي دواړه حاصل کړي نو ځکه ئې پۀ ځان ترس وشي او وايي چې:

    يوه ورځې يو صحرا کښې پۀ ښکار وتے وم روان

    يو ګلاب مې ولاړ وليد پړقېده ښېشته خندان

    زۀ خفه ئې خوا له لاړم ما وې اه زما پۀ شان

    ته هم ګل يې بد نصيبه ورک د زلفو د جانان

    نۀ د چا نيازبينې ګوتې نرم مخ له به دې يوسي

    نۀ به ښکل دې کړي سرې شونډې د يار سره نازک لبان

    هغه غلے شان موسکے شو وې خان مۀ کوه خفګان

    زۀ به دا صحرا ورنۀ کړم د ايران پۀ ګلستان

    د غني خان شاعري ډېره وېړيا ده خو خلق پرې ځکه نۀ پوهېږي چې بابا د نورو شاعرانو پۀ شان کلام نۀ دے کړے او دغه انفراديت بابا ته پۀ دې وجه نۀ دے حاصل چې ګنې بابا خان ؤ بلکه دغه امتياز بابا له خداے د دې له برکته ورکړے دے چې بابا ملنګ ؤ او هغه هم مغرور يعنې منفرد ملنګ ځکه خو چې کوم حسن و جمال او کومه مستي د بابا پۀ کلام کښې پرته ده نو د دغې سېورے هم بل شاعر ته نۀ شي نصيب کېدے اګر چې بابا د حسن و جمال او د مينې او مستۍ پۀ دغې سفر کښې بېخي يکتا دے خو خوشحاله هم دے، لکه چې وائي:

    دلته زۀ يو او يکتا يم هلته زر زما پۀ شان

    چار چاپېره سپېرې خاورې زې يواځې يم روښان

    دلته دې تور رېګستان کښې زۀ د رنګ او نور لمبه يم

    د ښائېست چپه نغمه يم کرشمه د لا مکان

    او کۀ د بابا نه د هغۀ د زمانې روايتي شاعران تپوس وکړي چې ته ولې د مروجه اصولو تحت روايتي کلام نۀ کوې نو بابا ورته پۀ خندا شي او وائي ورته:

    ستا پۀ باغ کښې پۀ زرګونو دي ګلاب زما پۀ شان

    يو بې نومه سور درياب کښې يو بې نوم څاڅکے روان

    او بيا غني بابا د خپلې تنهايۍ د مستقبل نه مايوسه هم نۀ دے او دا ئې يقين دے چې خامخا به داسې څوک پېدا شي چې زما د کلام پۀ لېونۍ فلسفه به پوهه شي او تر قيامته به مې الله د پښتو ادب يو لازواله امر ساز کړي لکه چې وائي:

    تۀ دې هم پۀ خپل صحرا کښې خفه مۀ شې زما وروره

    اخر رابه شي ديدن له دې څوک سوے غني خان

    ځکه ما احقر فقط د غني خان پۀ کلام باندې د شرحې کولو سلسله شروع کړه ولې چې د غني خان د علمي، فراستي، حسن پرستۍ، خداے پرستۍ او لټون هغه معيار داسې اوچت او سربلند دے چې د عام انسان رسد ورته ډېر پۀ ګرانه کېږي. دا ؤ د غني خان تعارفي ليک او غني خان د خپل کلام پۀ توسط د قام څۀ تربيت کول غواړي د هغې وضاحت به پۀ راروانو شمارو کښې ملاحظه کوﺉ. لۀ خېره!

     

  • د غني خان پۀ کلام کښې د حسېن بن منصورحلاج “تذکره” – نور احمد فطرت اڅکزے

    د غني خان پۀ کلام کښې د حسېن بن منصورحلاج “تذکره” – نور احمد فطرت اڅکزے

    پير محمد کاروان وائي:

    وخت به راځي چې غاښ د زهرو به ښامارنۀ لري

    منصور به ګرځي مستانه ملا بۀ دار نۀ لري

    مارغان دې را شي زمونږ لپوکښې دې ځالې وکړي

    غر مو نښتر نۀ لري کلے مو چينار نۀ لري

    هسې خو زمونږ ټولو کلاسيکو او هم عاصرو شاعرانو خپل منظوم کلام کښې د رجالو (نوماند شخصيات) زورورې يادونې کړې دي او زمونږ هر شاعر پۀ خپل ځانګړي ځاے د تېر وخت د څۀ اتلانو او مشهورو څهرو ياد پرېښے دے. دوي پۀ دغو تذکروخپل کلام لکه د څوارلسمې سپوږمۍ ښائسته کړے دے. زمونږ د شلمې پېړۍ اتل ستر او نوښتګر شاعر غني خان هم زمونږ لۀ هغو شاعرانو څخه دے چې دۀ هم پۀ خپله ارته، تل پاتې او لۀ فلسفې ډکه شاعرۍ کښې د بې شمېره نومياله رجالو تذکره کړې ده. د غني خان پۀ شاعرۍ کښې لۀ ادم او حوا او شېطان (چې خپل نوم ئې عزازيل دے) څخه چې ځينې ځينې تر حضرت ابراهيم علېه السلام تر حضرت عيسي، موسي(ع) تر رود نيل تر بني اسرائيلو او تر سامري پورې بيا لۀ حضرت محمد (ص) نيولے تر څلورو يارانو ان تر حضرت خالد(رض) او تر امام حسينه (رض) پورې يادونې شته. دغسې لۀ حضرت عيسٰي څخه مخکښې تېر شوي افلاطون، سقراط او بقراط يا اصحاب کهف ئې هم نۀ دي هېر کړي.

    دغه شان سکندر، هټلر، چنګېز، چرچل او اورنګزېب خو ئې تر هر چا زيات ياد کړي دي. ورسره ورسره دهند د نيمې وچې (برصغير) نومانده ليکوال لکه رابندرنات ټېګور، علامه اقبال، ګاندهي جي، قائداعظم محمد علي جناح، پنډت نهرو، او نور ئې هم لۀ پامه نۀ دي ويستلي. پۀ پښتون افغان ملت کښې ئې ستر خوشحال بابا ډېر زيات ستائيلے دے، لکه چې وائي.

    د خټکو لويه خانه

    د همه پښتون سرداره

    اے غمګيره د غمژنو

    د پرېوتو مدتګاره

    ا حجره چې ته ئې خان وې

    ا کاروان چې تۀ ئې مير وې

    تر ستر خوشحال خان بابا وروسته ئې بيا تر ټولو غټ مقام خپل پلار خان عبدالغفارخان باچاخان بابا ته ورکړے دے ( پۀ مردان مارچ د باچاخان) نومې نظم کښې ليکي:

    راشه اے خوشحال بابا

    اے خالده وګوره

    پاڅه علي مرتضٰي

    دا تماشه ووينه

    جنګ لۀ دے منصور روان

    توپ او نۀ توفنګ لري

    نه د تورو پړق لري

    نۀ د زغرو شړنګ لري

    (دغه نظم تر پايه)

    مګر د پاکستان د بنسټګر تذکره چې کوي نو پۀ پاې کښې څۀ پۀ داسې اندازه د عقيدت ګلونه ورته وړاندې کوي لکه چې وائي:

    منمه د جناح کاکا چې پوخ ښانک لۀ راغے

    د ډبه، دکوتکه د لرګو نه خبر نۀ شو

    اميرجماعت اسلامي (سردار علي خان) ته خطاب کوي:

    دا چې تۀ پۀ سجده پرېوځې او زۀ ډک د ميوجام کړم

    دا هم زۀ غواړم فرار، دا هم تۀ غواړې فرار

    ستر شاعر ستر ليکوال او پۀ امريکا هېواد کښې د افغانستان سفير جناب عبدالروف بېنوا ته پۀ يو منظوم ليک کښې ليکي:

    بېنوا پۀ هشنغر کښې ستا يو ورور دلته اوسېږي

    ببرسرې پټې سترګې پټ پټ شونډو کښې موسېږي

    او تر ټولوناشوده دا ده چې کله پښتون ملا (صاحب) يادوي نو دغه تذکره ئې ډېره د خوند ډکه وي، چې وائي:

    وايه وايه ملا جانه

    ژوند تپوس دے کۀ جواب

    ژوند وصال دے کۀ جنون دے

    کۀ ارام کۀ اضطراب

    ژوند امام دے کۀ ګلفام دے

    کۀ ممبر دے کۀ محراب

    کۀ يومست غوندې جهان کښې

    رنګين خوب دے د سراب

    ژوند تپوس دے کۀ جواب دے

    وايه وايه ملاجانه

    او پۀ (ترجمه اقبال کښې) د ارواښاد اقبال يادونه هم ډېره پۀ خوندوره بڼه کښې کوي، لکه چې وائي:

    د ژوندون راز بس سفر دے

    د ابد راز ورانېدل دي

    دا پخوا اقبال زما(نه)

    ډېر ښائسته رنګ کښې وئيلي

    نورالامين يوسفزے يوځاے پۀ (غني او خيام) مقاله کښې ليکلي دي، پۀ خپله شاعرۍ کښې غني ګڼ شمېره سياسي، علمي، فکري ، روحاني او اديبي شخصيتونه ياد کړي دي. خو پۀ دغه ټولوکښې درې داسې هستۍ دي چې هغوي سره ئې ډېر جذباتي تړون دے. پۀ عاشقانو کښې ئې “مجنون” زيات ياد کړے دے. پۀ حسېن علېه السلام ئې پۀ خپلو کلياتو کښې يوه اوږده مرثيه ليکلې ده چې زما پۀ خيال پۀ ګرده نړۍ کښې ئې ثاني نشته او هم دغه شان ئې پۀ شاعرانو کښې خيام سره رومانس کړے دے او د ټولو نه زيات ئې هم دے ياد کړے دے .ډېر پۀ والهانه انداز ئې ياد کړے دے او هر وار ئې د دغه يادونه د خپل وجدان پۀ زور يوه نۀ يوه نوې نکته راويستې ده وغېره” وګورئ ( غني او خيام مقاله) پښتون مارچ ٢٠٢٠ مخ ٢٢

    ١: حضرت امام حسېن د رسول الله صلي الله علېه وسلم دوېم نمسے ؤ . د دۀ پلار حضرت علي مرتضٰي ؤ چې څلورم خليفه تېر شوے ؤ. دے پۀ يو شپېته سنه هجري کښې پۀ کربلا کښې شهيد شو او هم هلته خاورو ته وسپارل شو. د دۀ وړومبے ورور امام حسن ته زهر ورکړل شو. ځينې وائي چې ددوي د مرګونو خبر پېغمبرحضرت محمد(ص) د وحيو پۀ ذريعه ورکړل شوے ؤ . فقد والله اعلم

    ٢: خيام ! نامتو مسلمان سائسندان او شاعر ابوالفتح عمر بن ابراهيم خيام پۀ ١٠٣٩ز کښې د يوخېمه جوړونکي ابراهيم پۀ کور کښې پۀ نيشا پور ايران کښې پېدا شو. پۀ دغه وجه دۀ ته خيام ووئيل شو. دۀ د شاعر پۀ حېث ډېرې ښې او لازواله رباعيانې (څلورېزې) وليکلې چې پۀ ډېرو ژبوکښې ژباړل شوې دي. عمرخيام پۀ اصل کښې د رياضي ماهر ؤ او يو فلسفي او طبيب هم ؤ. دے پۀ ١١٣١ز کښې وفات شوے دے.

    زۀ هم منم چې غني خان پۀ خپله شاعرۍ کښې دغه درې شخصيتونه لکه مجنون، امان حسېن (رض) او خيام ډېر ستائيلي دي. زۀ وايم لکه څومره چې قاضي ملا عبدالسلام اچکزے پۀ غازي امان الله مئين دے نو هم دومره به غني خان پۀ مجنون، امام حسېن او خيام عاشق وي. زما پۀ خيال (د قاري څخه دې پټه نۀ وي) غني خان د دغه درېو نوموړو تاريخي خبرو سره سره يو بل کس هم ډېر بلکې بېخي زيات ياد کړے دے او دغه مذهبي شخصيت دے. “حسېن بن منصور حلاج؛ غني خان چې کله د سترسياستپوهه او هند د نيمې وچې د لوے ليکوال او سياستدان باچاخان تذکره کوي نو هم ورته وائي:

    جنګ لۀ دے مصنور روان

    توپ او نۀ توفنګ لري

    نۀ د تورو پړق لري

    نۀ د زغرو شړنګ لري

    حسېن بن مصور حلاج نۀ يوازې غني خان پۀ خپله شاعرۍ کښې يادوي لکه دغه کس پۀ عربي، فارسي، اردو او بلوچۍ کښې هم زيات ياد شوے دے. پۀ پښتو کښې خوشحال بابا،حميد او رحمان بابا ياد کړے دے. قاضي ملا عبدالسلام هم ياد کړے دے . خوشحال باباوائي:

    د موسٰي امساء پۀ لاس کښې لکه خضر

    خو حق وايم کۀ منصور غوندې پۀ دار شم

    قاضي ملا عبدالسلام بابا چې کله د باچاخان د مشر ورور ډاکټر خان صېب د ناحقه قتل يادونه کوي نو يوځاے د حسېن بن منصور حلاج ذکر هم کوي لکه چې وائي:

    خان ډاکټر تېرۀ خنجر پۀ ځيګر وخوړ

    دا مکتوب تاريخ د دۀ د انتقال دے

    نازولي قضا غشي کاري ولي

    مرګ ناحقه وجهالو ته حلال دے

    لاله زار منصور پۀ دار عبدالسلامه

    ځنې امام حسېن هم د نبي ال دے

    وګورئ سوسن چمن دوېم ټوک مخ (٢٧٨)

    غني خان هم قابو پۀ ډېرو ځايونو کښې منصورته مخاطب دے “پۀ قسمت” نومې نظم کښې ئې څۀ داسې فلسفيانه ډول ياد کړے دے لکه چې وائي:

    ګوره طاوس مړ کړو ښائسته وزرو

    ابليس برباد کړو علمي خبرو

    سيپۍ اودۀ وه د سيند پۀ تل کښې

    زړګے ئې وچاودو سرو ملغلرو

    پتنګ خپل نرم زړګے ستي کړو

    مېږے برباد کړو خپلو وزرو

    ګلاب خپل رنګ او لويۍ تالا کړه

    منصور پۀ در شو چې نا خبر ؤ

    پۀ پلوشې نومې کتاب کښې چې “زړۀ” ته وېنا کوي نو ئې څۀ پۀ داسې انداز پېلوي :

    يا تپوس د”ارني” موسٰي نه وکړه

    لاړ شه وپوښته يو ورځ د حرا غار

    د مجنون يا د فرهاد نه صلاح واخله

    يا منصور ته وايه ولې شوې پۀ دار

    منصور ځان کښې موسٰي طور کښې نور ليدلو

    پۀ څۀ کوم ليلٰي مجنون کړو بې اختيار

    څۀ کۀ خلق لېونے غني ته وائي

    ډېر ښۀ پېژني خپل يار هم نور ديار

    کليات مخ (١٥٣)

    پۀ کليات کښې پۀ (ترانه) نظم کښې منصور څومره پۀ خوند يادوي هسې خو د دۀ ټول شعرونه ښکلي دي مګر پۀ کومو شعرونو کښې چې د منصور تذکره کوي دا ئې دومره ښائسته او زړۀ وړونکي دي چې قاري ئې اندازه هم نۀ شي کولے، لکه چې وائي:

    زۀ ځان او جهان پۀ دلبر ږدمه

    زۀ پښو کښې جانان ته ځيګر ږدم

    زۀ مست داسې مست ننګيالے يمه

    فقير ته کچکول کښې خپل سر ږدم

    زۀ ورک لېونے د منصور پۀ شان

    ليلٰي لۀ پۀ ټيک کښې قمر ږدم

    زۀ مست داسې مست ننګيالے

    فقير ته کچکول کښې خپل سر ږدم

    (ټګ) نظم ئې پۀ حېدراباد جېل کښې پۀ ١٩٤٨ز کښې ليکلے دے. دلته هم “منصور” ورياد شوے دے نو ډېر حد ئې پرې کړے دے. دغه نظم ئې پۀ کلياتو کښې پۀ مخ ٢٦٩ باندې چاپ دے لکه چې وائي:

    جام مې وړے ؤ يو ګوټ لۀ ډوب درياب کښې د سرور شوم

    د منصور پښو ته ولاړوم لېونے شوم زۀ منصور شوم

    لېوني نه زړګے يوړو، نازنينو، مسکو شونډو

    غلا لۀ تلو پۀ ډاکه واوړېد زړۀ ئې وچاودو پۀ منډو

    (کليات مخ ٢٦٩)

    (سامري محل) نومې نظم کښې ئې هم تذکره شته. ځو ورځو د غني د کليات مخ نمبر ٣٥٦ ئې هم لولو. غني خان پۀ دغه نظم کښې ليکي:

    دلته چغې دي د نن

    نۀ سبا شته نۀ پرون

    دا محل د سامري دے

    نۀ منصور شته نۀ مجنون

    دا ژوندون د تيارو ډک دے

    دلته رنګ د خيام نشته

    عجيبه د ړندو ښار دے

    سترګې شته خو ليدل نشته

    او يوځاے خو پۀ کلياتو کښې سمه دمنصور قيصه را ته بيانوي، مخ ٣٦٠ئې ولولئ. غني خان وائي:

    خوش نصيبه خوش قسمته وې منصوره

    خلقو جوړکړۀ درله دار څۀ مزېدار

    ما راوړي دي زړګي کښې لۀ ازله

    هم منصور هم ئې سرور او هم ئې دار

    وايه وايه دزندانو بابا وايه

    دا زمونږ غوندې د ورکو کومه لار

    پۀ (تپوس کۀ جواب) کښې ئې هم پام وراوښتے دے. د منصور تذکره ئې کړې ده. د کليات مخ ٣٧٠ شعرونه ئې هم دلوستلو لپاره حاضر دي لکه چې وائي:

    وايه وايه ملا جانه

    ژوند تپوس دے کۀ جواب

    ژوند وصال دے که جنون دے

    کۀ ارام کۀ اضطراب

    د دې څخه وروسته مخکښې ليکي :

    ژوند فرعون دے او غرور دے

    کۀ جنون دے او سرور دے

    د نمرود د زرو تخت دے

    کۀ رنګين مرګ د منصور

    دا حسېن مسکے مسکے دے

    کۀ يزيد مست پۀ غرور

    ژوند يو مست د ميوجام دے

    کۀ يو مات د غم کچکول

    پۀ “پلوشه” نومې نظم کښې ئې د منصور پۀ خولۀ يا د دۀ پۀ قول يوه داسې خبره کړې ده چې سړے دې ته اړباسي چې ورسره ومني او بڼه ترې نه وکړي. غني خان وائي:

    خداے مکه کښې نشته د منصور د خولې مې واورېده

    لاړ شه لېونيه شه د ځان پۀ تماشه

    (دغني کليات مخ ٤٣٨)

    د غني (شهيد) نظم نه خو دا وخت داسې کلام کښې ځينې جوړ شوے دے چې قابو د هرچا ياد شوے دے.دا نظم ئې اوس هم وړوکے، زوړ او هم پېغله وائي او هم ئې ځوان وغېره دا نظم اوس د هر چا پۀ ياد هم زده دے، پۀ دې کښې ئې هم منصور ياد کړے دے لکه چې وائي:

    اے شهيده اے بچيه د منصور

    پۀ خندا جانان له لاړې ډوب درياب کښې شوې دنور

    (تر پايه پايه . کليات: ٤٥٦)

    د (جېلخانې خوب) خو ئې داسې شعرونه دي چې قاري ئې پۀ لوستلو نۀ مړېږي او بيا چې دغه نظم يو څوک د خوږ ژبي سندرغاړي سردار علي ټکر پۀ اواز کښې اوري بيا خو ئې نور خوند سل پۀ سله نۀ بلکې زر پۀ زر شي. د جېلخانې پۀ خوب کښې ئې هم منصور نۀ دے هېر کړے لکه چې د کليات پۀ مخ ٤٧٣باندې وائي:

    خوب وينم چې پورته لکه چغه د منصور شومه

    يا يوموټے خاوره وم يا لوے درياب د نور شومه

    خو بانګ د سحر وشو زۀ راويښ شوم کروکور شومه

    خوب يوړۀ خوبونه را ژوندۍ شوه زمانه

    وې پرېوځه لېونيه تيروه دې زمانه

    چرې چې غني خان د وصال، فرعون، موسٰي علېه السلام، کوه طور، بت او نورو ذکرکړے دے هم هلته ئې مجنون، ساقي، پياله،ژړا، صحرا، دخيام سُر او خوب د منصور ياد کړي دي، دا بېلګه ئې ولولئ.

    يا موسٰي ته قيصې د فرعون د محل

    يا فرعون ته بيان د ابد د اجل

    کله روح د مجنون او ساقي او پياله

    کله سر د خيام او ژړا او صحرا

    کله خوب د منصور د رڼا د وصال

    کله شوق د حبشي دکوکۍ او د خيال

    (د غني کليات مخ: ٤٩٩)

    د منصور داشعارو يو څو نورې بېلګې . . .

    منصوره ځکه خو پۀ دار وختي

    چې د اشنا راز دې حجرو له يوړو

    سقراطه دغه ځاے کښې تېروتلې

    ايمان دې واخست فلسفو له يوړو

    عطر تول د بل د خيال دے

    دے يو ګل دے بهار نۀ دے

    دے مجبور شان مسافر دے

    منزل نۀ دے او لار نۀ دے

    چې منصور پرې ګوتې کښېږدي

    همه دار همه خمار دے

    د غني خان هسې خو هر نظم او هر شعر د خونده ډک دے مګر يوه خبره ئې ډېره د خونده ډکه ده چې تنقيد ئې پۀ هر چا ښۀ پۀ خلاص مټ کړے دے. د دۀ د روښانه تنقيد پۀ ضدکښې تقريباً د ټولنې هرکس ؤ ناکس راغلے دے، ګورئ يوځاے افلاطون ته څۀ وائي وې لولئ:

    کښېنه افلاطونه فلسفه دې سمبال کښېږده

    تا سره ده تله د سېرونو دمنونو

    مګر برملا چې تنقيد کوي نو هم ډېر د خوند او پنده ډک دے هسې خو غني چې برملا کوم تنقيد کړے دے نو کۀ مونږ زمونږ غني ملا ته وګورو او د دۀ کردار ته پۀ غور وګورو نو بالکل مونږ دې پايلې ته رسو چې غني خان پۀ دغه ځاے کښې پۀ حق دے لکه چې وائي:

    ما پۀ ګل کښې وليد

    چې تۀ ئې نۀ مومې کتاب کښې

    اے ملا ستا نيم کتاب مې

    واورېدۀ رباب کښې

    ستا پګړۍ دعقل

    زما تاج د لېونتوب پۀ سر

    تۀ ئې پۀ غاړه ژاړې

    زۀ غوټې وهم درياب کښې

    (د غني کليات مخ: ٥٦١)

    بهرحال د دۀ د ژور تنقيد پۀ حقله ارواښاد صاحبزاده حميدالله پۀ خپله يوه مقاله کښې ليکي: دغني سره زما ليدل کتل نۀ دي شوي او نۀ پۀ دا شلو کالونو کښې د هغۀ کومې شهپارې خپرې شوې دي خو کوم وخت چې ما د هغۀ د کلام مجموعه “پلوشې” ولوستله نو حېران پاتې شوم چې د دې منفرد، جديداحساس شاعر هم پۀ پښتو کښې موجود دے اوشايد د دې لۀ کبله ئې د هغۀ د شاعرۍ طنز ؤ نو بعض ، پېغور او ملنډو څخه ډکه او يو معاشرتي تنقيد دے يا شايد د دې کبله چې د هغۀ تړون د يوې سياسي کورنۍ سره دے. زمونږ ليکوالانو اوناقدينو د هغۀ د لوستلو او د دۀ پۀ فن باندې د تنقيد کولو څخه ډډه کړې دي،،، وګورئ کښکي مخ ٤٥٣. ٤٥٤

    د غني خان د تنقيد خبره مې تردې وجې را واخسته زۀ وايم چې دۀ ډېر سپين تنقيد کړے دے. دۀ د تنقيد پۀ مد کښې هېڅ وېره نۀ ده کړې. دۀ د ټولنې پۀ هر څۀ باندې رايه ورکړې ده. زۀ وايم کۀ يو څوک د پښتنې ټولنې مطالعه کول غواړي نو هغه دې د هرڅۀ څخه مخکښې د غني ژوند او کتابونه ولولي. لکه څنګه چې ده پۀ (Open mind) کښې پۀ (Open dialogue) څوک بخښلي نۀ دي نو دغه رنګه ئې د پښتنې معاشرې صفتونه هم کړې دي. ددغه ټولنې سر سر ارزښتونه ئې هم بېخې زيات ستائيلي دي. د دې ټولنې اتلانو ته ئې اتلان وئيلي دي وغېره. غني خان لکه څنګه چې مجنون، امام حسېن او خيام ډېر ستائيلي دي نو دغسې پۀ خپله ټوله شاعرۍ کښې ئې منصور هم تر حد زيات ياد کړے دے. غني خان پۀ خپله ټوله شاعرۍ کښې حتي پۀ هر چا تنقيد کړے دے. او څوک ئې هم نۀ دے بخښلے مګر د دۀ پۀ ټوله شاعرۍ کښې يواځينے اشتباه منصور ته ترلاسه ده چې نۀ دے غندل شوے. بلکې هر ځاے پۀ ډېرو زورورو ټکو ستائيل شوے دے حتٰي چې چرې عيسٰي عليه السلام او موسي علېه السلام شامل شوي دي نو هم هلته د منصور تذکره هم شوې ده. پۀ بنده نومې نظم کښې وائي:

    مينه ده داسې مستي

    لکه مست وي د بنګړي تال

    لکه سور ګل شي د سپرلي شپه شي

    کله منصور شي کله بلال

    (غني کليات مخ: ٦٢٨)

    بيا هم د غني خان پۀ کلام کښې تر ټولو ښۀ نظم چې دۀ منصور ته ليکلے دے هغه د “منصور”پۀ نوم پۀ کليات کښې پۀ مخ ٤٥٧باندې چاپ شوے دے. دا نظم چې سردار علي ټکر هم پۀ موسيقۍ کښې زمزمه کړے دے، لکه چې وائي.

    منصور يو لېونے ؤ د معشوق اداب ئې هېر کړۀ

    منصور يو لېونے ؤ د مستۍ شراب ئې ډېر کړه

    نو غني خان خو منصور تر حد زيات ستائيلے او ياد کړے دے. اوس پوښتنه دا راپېدا کېږي چې دا منصور څوک ؤ؟ دا پۀ کومه زمانه کښې ژوندے ؤ؟ دے چا پۀ دار کړے؟ يا دے ولې ووژل شو؟ دے صحيح ؤ کۀ غلط ؤ؟ وغېره پۀ پښتنو کښې هم چې څوک رښتيا وائي نوهاغه نور ورته وائي چې رښتيا مۀ وايه رښتيا خو منصور ووئيل سر ئې پۀ دار شو او داسې نور.

    حسېن بن منصور حلاج:

    پۀ ٢٤٤هـ پۀ فارس کښې زېږېدلے دے او پۀ عراق کښې لوے شوے دے . مشائخ د دۀ پۀ باب اختلاف لري ډېر ئې ردوي او لېونے قبلوي . دے د حلول او اتحاد مشهور سړے دے د دۀ اراغامض او تياره دے. د اناالحق وېنا دۀ ته منسوبه ده. ځينې کسان ئې له دغې وېنا سره بيا هم د اولياؤ او شهداؤ پۀ ډله کښې شمېري. امام غزالي د دۀ يو شمېر اقوال را غونډ کړي دي او دے ئې د سلفو او اهل سنتو د عقيدې نه مخالف ګڼلے دے. د خليفه مقتدر پۀ عصر کښې چې د دۀ د محاکمه کولو لپاره د فقهاؤ يو هئيت تشکيل شو. د هئيت ځينو غړو د دۀ د تکفير پۀ فتوا کښې خپل تردو څرګند کړو ځکه چې اراده غامض ؤ او يقيني فتوا صادرول ئې مشکل کار وګڼلو. وائي چې د دۀ د محاکمې موجب څلور اتهامه وو.

    (١) له قرمطيانو سرۀ د دۀ تعلق (٢) انا الحق وئيل (چې زۀ حق يم) (٣) د دۀ پۀ الوهيت باندې د دۀ د پيرانو عقيده (٤) د دۀ حج پۀ بابا د دۀ مخالف نظر وائي چې منصور حلاج د بيت الله حج فرض نۀ ګڼلو او پۀ پټه ئې قرمطي مذهب ته خلق رابلل. د دۀ وژل کېدو نهه کاله وروسته قرمطيانو پۀ مکه حمله وکړله او حجر اسود ئې ترې پۀ اختطاف يوړو. حلاج پۀ کېميا او تصوف کښې د تاليفاتو خاوند دے او معزله ؤ ته ئې تمايل درلود. دۀ ځان پۀ غموض خفا کښې پۀ کراماتو او خارق العاده اعمالوکښې پټ کړے ؤ چې د دۀ نفوذ ئې پۀ بغداد کښې د دۀ پۀ اتباعو باندې قوي کړے ؤ. او د دۀ پۀ باب دا عقيده موجوده وه چې مړي ژوندي کولے شي. دۀ د فارس سياسي نمايه درلوده. دۀ له محي الدين ابن عربي او د هغۀ له شاګردانو څخه درې قرنه د مخه د اديانو د وحدت اواز اوچت کړو او پۀ دغه برخه کښې د “قدامت حق لري” (وګورئ د ګل پاچا الفت کتاب دټولنې پۀ جوړښت کښې داسلام نقش (مخ ١٦٧، ١٦٨)

    قرمطي يا قرامطه : د اسماعليه فرقې يوه څانګه ده .د عبدالله بن مېمون پۀ مبلغانوکښې يو مبلغ حمدان ؤ. دۀ د کوفې پۀ يوه کلي کښې ژوند پېل کړے او د خپلو خيالاتو تبليغ ئې وکړو. د حمدان لقب قرمطه ؤ ځکه خو د دۀ منونکو ته قرامطه ووئيل شول . کۀ څۀ هم قرامطه د اسماعليه فرقې يو ښاخ دے مګر د حالاتو پۀ اعتبار دۀ خپل عقايد ډېر بدل کړو. د قرمطه متعلق ډېر روايات شته مګر پۀ دې کښې غټه توجيهـ دا ده چې حمدان پۀ کوچني کوچني قدمونه پورته کول نو دغسې سړي ته پۀ عربۍ کښې قرمطه ووئيل شول.

    (معتزله) د هشام بن عبدالمالک پۀ وخت کښې څۀ مفکرين پېدا شول چې هغوي اسلامي احکامو او عقايدو ته د عقل پۀ چوکاټونو کښې کتل پېل کړل ځکه نو د دې پايله دا شوه چې د دوي او دعامو مسلمانانو پۀ منځ کښې اختلاف پېدا شو چا چې پۀ اسلام کښې د جديديت پسندۍ کوشش وکړو نو خلقو ته معتزله ووئيل شول . حسن بصري ئې د ځينو عقايدو سره اختلاف وکړو او دا خلق د سنت والجماعت څخه د تل لپاره جدا کړے شول. او کوم خلق چې د حلول او اتحاد (دوه فرقې دي) قائيلول او وئيل ئې چې مالک کله د سلوک وروستي پړاؤ يا نزل ته ورسي نو خداے پۀ هغه کښې دننه راشي (تو خدا اس کا اندر آتا هے) مولانا وحيد الدين خان وروسته دخپل کتاب تجديد دين پۀ مخ ٤٠ باندې ليکي “اس وقت بندے او خدا مين کوئى فرق باقي نهين رهتا حتٰى که اس کيلئے يه کهنا صحيح هوجاتا هے که هو انا وانا هو) وه مين هے مين وه هون اسطرح وحدت الوجود کا نظريه جس کا تخت ابوحسين الحلاج نه کها تها (مافى الجبة الالله) چنانجه علماء نے انکے ارتداد کا فتوىٰ ديا اور وه مقتدر کى خلافت مين ٣٠١هـ مين قتل کرديئے گئے وغيره . مگر پۀ فتاوى رشيديه کښې دغه د حسېن بن منصور د حلاج د حقيقت خبره څۀ بلخوا ته تللې ده. پۀ دغه فتاوا کښې د دۀ څخه پوښتنه شوې ده.

    سوال: منور که جن کو زمانه امام ابو يوسف صاحب مين سولى دى گئى تهى ان کى نسبت آپ کيا فرماتے هين وه کيسے تهے؟

    جواب:- منصور معذور تهے بے هوش هوگئے تهے ان پر فتوا کفر کا دينا بجا هے ان کے باب مين سکوت چاهئے اس وقت دفع فتنه کے واسطے قتل کرنا ضرور تها.

    سوال: منصور که جن کو دار پر چړهايا گيا تها يه آپ کے نزديک ولى هے يا نهين؟ اور اگر ولى هے تو يه کونسى منزل مين تهے. قرب نوافل مين يا قرب فرائض مين اور اگر ولى نهين هے تو کس دين مين هے.

    جواب: بنده کے نزديک وه ولى تهے اور منازل ولايت سے بنده ناواقف هے اور بزرگون کے درجات کو جاننا کام ميرا او آپ کا نهين اور کلام اپنے مرتبه سے کرنا لازم هے نه اعلٰى اپنے حال سے فقط والله اعلم ( وګورئ فتاوى رشيديه (٢٤٨- ٢٤٩)

    پۀ هر صورت زۀ اوس د دې پرېکړه نۀ شم کولے چې حسېن منصور حلاج څنګه ؤ او څنګه نۀ ؤ؟ خېر ما خو هم د غني خان حوالې ورکړې هم مې ګل پاچا الفت. د دۀ يو ستر کتاب (د ټولنې پۀ جوړښت کښې داسلام نقش) پۀ کښې راواخست هم ئې جيد عالم او ستر سکالر مولانا وحيد الدين خان ته سر ور ښکاره کړي او هم ئې فتاوى رشيديه (کامل) ئې حضرت مولانا رشيداحمدګنګوهى تصنيف کړې ده، ورباندې وکتله، هم مې د غني خان کليات درته وغوړول هم مې د ارواښاد صاحبزاده حميد الله د کوړک کښکي “مطالعه کړه، هم مې پښتون مجله مخته درته کېښوده، هم مې د کاروان صاحب کليات درته را واخستل او داسې نور. نو اوس د لوستونکو خوښه ده چې دوي حسېن بن مصنور حلاج ته پۀ کوم تناظرکښې ګوري . پۀ پاې کښې به زۀ خپله مقاله د غني خان د منصور نظم سره پاې ته ورسوم لکه چې وائي:

    منصور يو لېونے ؤ د معشوق اداب ئې هېر کړۀ

    منصور يو لېونے ؤ د مستۍ شراب ئې ډېر کړۀ

    وې مستي دا زما نۀ ده د جانان د سترګو نور دے

    زما د خولې خبرې هم تورات او هم زبور دے

    دا رنګ زما د سترګو نۀ دے رنګ دے جانان

    دا شړنګ زما سينه کښې د پښو شړنګ دے د جانان

    منصور چرته ليدلے دمخ نور ؤ د جانان

    دا مست چې پرې منصور شو دا سرور ؤ د جانان

    عالمه راشئ واورئ چې زۀ نور او زۀ رڼا يم

    زۀ ګل يم، زۀ بلبل يم ،زۀ وصال ،زۀ محبوبا يم

    منصور خو پخوا ډوب شو دا تش نور دے د جانان

    دا نۀ دے منصور نۀ دے دا سرور دے د جانان

    (دغنى کليات مخ٤٥٧)

  • دا “د پنجرې چغار” – نورالامين يوسفزے

    دا “د پنجرې چغار” – نورالامين يوسفزے

    “د پنجرې چغار” د يو داسې بلبل نوا او صدا ده چې د قام او جمهور پۀ ننګ کښې د ښکاري پۀ پنجره کښې ګېر دے او پۀ دغه پنجره کښې هم د قام د خپلواکۍ او سوکالۍ خوبونه ويني او هم ئې پۀ روح کښې د وخت او زمانې يومنفرد او جراَت مند تخليق کار غزونې کوي. “د پنجرې چغار” د ځوان غني د ځوانو جذبو يو داسې سېلاب دے چې الفاظ هم ورته حېران او پريشان ګوته پۀ خلۀ ولاړ دي. د غني روحاني تجربه لکه د رڼا د ټکيو (غږونو) د سينې نه وتل غواړي او ښۀ پۀ جار وائي چې زۀ د زمانې د روايتي فني چوکاټونو او تړلو خيالاتو پۀ ځاے لکه د باز او شاهين د فکر نظر او خيال نوې نوې دنياګانې لټول غواړم. د دې کتاب د شاعرۍ نه دا حقيقت هم راڅرګند دے چې زمونږ دغه جرات مند او منفرد فنکارکۀ هر څو د نړۍ د فلسفې د تاريخ نه خبر او د دنيا د نمائنده تخليق کارانو د فن نه اګاه دے خو نۀ خو د چا تقليد کوي او نۀ پۀ روايتي او زړو لارو تګ خوښوي. ځانته د خپل شاعرانه اسلوب دا لوے فنکار لکه د نړۍ د هر لوے تخلېق کار د ټکيوسينې شلوي او د خپلې روحاني تجربې او تخيلاتي توان پۀ مدد پۀ کښې نوې نوې معنې ورپوکښې. “د پنجرې چغار” ديباچه نګار يوځاے کښې ليکي چې ” غالب او ټېګور پۀ لاره روان وو، غني مخې لۀ ورغے او دواړو يو بل ته وکتل”.

    خو زۀ وايمه چې پير روښان او خوشحال خان دواړه پۀ لار روان وو، د يو مشر پۀ غېږه کښې يو ښاپېرے ماشوم ؤ، دواړه ورته پښه نيولے شول. بيا خوشحال بابا دغه ماشوم د پلار د غېږ نه راوچت کړو او د پير روښان پۀ کيند کښې ئې ورواچولو، هغۀ پۀ خپل کيند کښې ورغړولو، بيا بابا راوچت کړو، پۀ تندي ئې ښکل کړو او پلار ته ئې حواله کړو خو د پلار نه ئې ورله پوښتنه وکړه چې د دې ښاپېري ماشوم نامه څۀ ده. پلار ئې جواب ورکړو چې دا غني دے او دغه دواړو مشرانو يو بل ته وکتل، دواړه مسکي شول. نن چې “د پنجرې چغار” پۀ حقله دا څۀ مات ګډ ليکل کوم نو دا هم يو حقيقت دے چې زما پۀ وړاندې محض “د پنجرې چغار” نۀ دے بلکې تر “لټون” پورې د بابا د تخليقي سفر يو ناپايا وه سمندر ولاړ دے. دا حقيقت دے چې دا کتاب د يو ازاد خياله او لوړ تخليق کار د جرات اظهار لومړۍ ډالۍ ده خو دا هم يو څرګند حقيقت دے چې د پنجرې چغار د خان د فني تخليقي وجود يوه برخه او يوعضو دے او زۀ چې څومره هم هڅه وکړم نو د خان د فکر وفن نور رنګونه هم رابرڅېره کېږي. کۀ مونږ وګورو نو څوک وائي چې غني فلسفې دے، څوک وائي نه يو جراَت مند او منفرد شاعر دے.

    ځنې نقادان د غني خان د شاعرۍ تقابلي جائزه د مغرب د ځنو شاعرانو سره کوي خو زما پۀ خيال غني خان د مغرب ټول نمائنده شاعران ښۀ پۀ غور لوستي دي خو لکه څنګه چې پۀ مشرق کښې روحاني روايت ډېر قوي او مضبوط دے هم دغه شان د مشرق د شعر روايت هم ډېر مضبوط او جانانه دے. د غني پۀ شاعرۍ کښې د روحاني اساس او جمالياتي احساس سره سره چې کوم جرات اظهار ، کوم شاعرانه ژورتيا، کوم شاعرانه صداقت او شعري ښکلا ده، زۀ ئې پۀ يو هم مغربي شاعر کښې د دغه ټولو جهتونو سره نۀ وينم. د ورډز ورتهـ او ګوئټے نه علاوه چې کوم د مغرب روماني شاعران دي لکه شېلے، کيټس او بائرن وغېره، د دغه ټولو پۀ شاعرۍ کښې د روحاني اساس کمے هم محسوسېږي او هغه هومره شاعرانه ژورتيا هم نۀ لري لکه چې د خان شاعري ئې لري ځکه نو زما خيال دے چې خان د هېچا پۀ شان نۀ دے. بس د ځان پۀ شان دے او هم دغه ئې د عظمت او لوړتيا سبب دے.

    د شاعرۍ هم لکه د ژوند درې پړچونه دي. څنګه چې مونږ ژوند د نن، پرون او سبا پۀ چوکاټونو کښې وېشلے دے هم دغه شان د شاعرۍ هم فکري، جمالياتي تخيلاتي اړخونه وي. اکثر داسې وشي چې د يو شاعر د شاعرۍ فکري اړخونه مضبوط وي خو جمالياتي او تخيلاتي اړخونه ئې هغه هومره تاند او مضبوط نۀ وي. کله کله جمالياتي اړخونه مضبوط وي خو فکري او جمالياتي اړخونه ئې کمزوري وي. کله چې خالق لوے فنکار زېږوي نو پۀ هغۀ دا مهرباني هم وکړي چې د شاعرۍ درې واړه پړچونه ورته مضبوط کړي بلکې کله کله خو داسې هم وشي چې د نقاد او تجزيه کار دپاره دا فېصله کول ډېر ګران شي چې د شاعر فکري اړخونه زيات مضبوط دي کۀ تخيلاتي او جمالياتي. د غني خان نقاد ته هم دغه ستونزه رامخې ته ده ځکه د خان د شاعرۍ درېواړه اړخونه دومره مضبوط دي چې فېصله کول پۀ کښې ګران شي بلکه د خان پۀ حواله خو دا مسئله هم راپېښه شوې ده چې خپله د يو نقاد کوم اړخ مضبوط دے نو د خان د شاعرۍ تشريح تفسير ئې پۀ هغه اړخ ور اچولے دے. او دائې هېر شوي دي چې خان شاعر دے نو د شاعرۍ ئې درېواړه اړخونه سره د روحاني تجربې او شخصي مشاهدې پۀ نظر کښې ساتل پکاردي ځکه چې د خان خپل څۀ شخصي ځانګړنې هم دي. کۀ پۀ خپل دغه تخليق کښې هغه د خپل قام، وطن او خپلې خاورې سره يو بې کچه مينه لرونکے قام پرست دے نو يو زبردست هيومرسټ هم دے نو بيا د وجوديت تجربه د روحانيت پۀ غېږه کښې د نړۍ د فکري او عمراني تاريخ ځانته يوه نوې تخليقي تجربه ده.

    کوم حرکت حرارت، کوم حسي تجربات او د جمالياتو د دنيا کوم عجيبه عجيبه تجربات چې دهغۀ پۀ تخليقي عمل کښې لکه د اور د لمبو راښکاره کېږي،د بصارت نه زيات د بصيرت تقاضا کوي. دلته دا هم محسوسېږې چې د خپل روحانې توان ، فنکارانه عظمت او شاعرانه جرات سره يو فنکار د ژوند او فن جمال اباد ته ورداخلېدونکے دے او دا اومړۍ تخليقي ډالۍ اعلان کوي چې د پښتو ادب پۀ کنډاؤ د خوشحال بابا نه پس بل يو داسې تخليق کار راواوړېدو چې ټوله شلمه پېړۍ به پۀ خپله نامه کړي او وخت هم دا خبره او دا حقيقت ثابت کړو، چې د هغۀ د فکر ژورتيا، د تخيل الوت او د روح سپېځلتيا يوه داسې ځانګړې، روحاني، وجودي او فني تجربه رامخې ته کړه چې د هر چا پۀ شان ښکاري او د هېچا پۀ شان نۀ دے. تر دې چې د هغۀ روحاني تضادات هم د هغۀ پۀ خپل وجدان کښې داسې پۀ سليقه او طريقه هوار شوي او حل شوي دي چې خپل قاري او خپل لوستونکے چرته هم د مجهوليت او فکري تضاد نۀ ښکار کوي. د مشرق روحاني روايت او د مغرب مادي او جمالياتي سفر پۀ غېږه کښې دا يوه نوې تجربه يا د جنون او د جانان داسې نوې او خو شګواره حادثه ده چې نۀ ئې د ټېګور پۀ صنمي او عاجزانه مناجاتو کښې مثال پۀ نظر راځي او نۀ د اقبال غونده د شاعرانه عظمت باوجود د فکري تضاداتو ښکار کېږي او دا ځکه چې د هغۀ پۀ ذات کښې د فکر او فلسفې نه زيات تخيل او وجدان متحرک او ژوندے دے او دغه فنکارانه عظمت د هر چا نۀ نصيب کېږي. ځکه خو ئې د شعرونو مثال لکه د پياز د پاڼو دے چې يوه لرې کوې نو لاندې ترې بله راوځي، خو پۀ سترګو ليدے نۀ شي. د غني روحاني او جمالياتي تصورات لکه د اور اورکو د مايوسۍ پۀ تيارو کښې د اميد او حرکت رڼاګانې بلوي، د ژوند پرستۍ او انسان دوستۍ ډالۍ ورکوي او هم دغه د هر ساهو او عظيم فنکار وظيفه ده.

    کروچے وائي چې شاعري نۀ منطق دے او نۀ فلسفه ده، نۀ تاريخ او نۀ تش جذبات، دا يو الهام دے او چې کله شاعر خپل شاعرانه الهام پۀ خپله ولقه کښې واخلي نو د دۀ تخيل منظم شي او ټکي ورته لاس پۀ نامه ودرېږي. اوس چې د کوم فنکار الهامي سطح څومره وچته وي د هغۀ نقاد بايد هم هغه هومره ادبي ذوق، حسي توان او روحاني قوت ولرې نو هله به د دغه فنکار د فن روح ته رسي، دے به دغه تخليق خپل روح ته ورکوز کړي او تخليق نو به ئې کوي. د غني خان شاعري هم پۀ فکري بنياد مضبوطه ده، هم پۀ الهامي او هم تخيلاتي. کله چې د هغۀ د فکر باز د تخيل پۀ غېږه کښې پرواز شروع کړي نو د راويتي فکر ټول چوکاټونه مات کړي. او يوه خپله فکري بيانيه سازه کړي. دغه شان چې کله د هغۀ د روح شاهين د تخيل پۀ وزرو ورسور شي نو نېغ لکه د بې تکلفه اشنا د خپل جانان مخې ته ودرېږي او داسې خبرې، داسې نازونه او داسې نيازونه او داسې رازونه رابرڅېره کړي چې دا بيا ځانته يو ځانګړې روحاني تجربه شي او کله چې ئې د شاعرانه تخيل مارغۀ د ژوند، جمال، جلال او کمال پۀ سردرو ورسر شي نو د خيال او اظهار نوې نوې دنياګانې دريافت کړي چې يوعام انسان او عام تخليق کار ئې د رانيولو نه معذوره وي. غني خان د خپل تخيل ګوتې د نازک خيالۍ پۀ تاروګو پسې د ژوند پۀ کارېزو کښې داسې پۀ فن کارانه کمال ګرځوي چې لږ ساعت دپاره د لوستونکي او اورېدونکي نه هډو دا تريښ حقيقت هېر شي چې کارېزو کښې نا ليدلي او ليدلي ازغي هم شته. اوس د غني خان نقاد ته دا سخته راپېښه وي چې کۀ هغه د بابا سره د فکر پۀ لوړو غرونو ورسر شونو ناساپه دا اعلان وکړي چې دا خو د خپل اندازيو لوے مفکر او فلسفي دے. کۀ چرې هم دغه نقاد بابا د ځان سره د روحاني نړۍ پۀ سېل ورسر کړو نو شايد چې د بابا د تصوف او مرشدۍ اعلان وکړي او کۀ چرې شاعرانه تخيل او تخيلاتي نازک خيالۍ پۀ خپله ولقه کښې واخست نو ډېر غالب امکان دا دے چې دا اعلان وکړي چې دا سړے خو د خپل عصر يو بې بدله، عظيم او جرات مند تخليق کار دے، دا نورې خو پۀ اصل کښې ضنمۍ دي. ځکه نو د غني خان نقاد بايد چې د ډېرې پراخه مطالعې سره سره د لوړ حسي توان او د پرېوانه ادبې ذوق مضبوط روحاني قوت څښتن هم وي. د بابا شاعرۍ ته د جزباتو پۀ غېږ کښې د کل پۀ نظر کتلے شي. هغه غني چې هم دا اعلان کوي چې ژوند څۀ دے خو بس غورزېدل او پاڅېدل دي او پۀ صحرا کښې د اشنا د کوڅې لټون کول دي. هغه غني چې د رېدي ګل ته وائي؛ تۀ هم زما پۀ شان يواځې يې خو هم زما پۀ شان منفرد او توانا هم يې. هغه غني چې د يار شونډې ښکل کړي نو الله ئې پۀ زړۀ کښې راپېدا شي. او دائې عقيده ده چې. . .

    سرداري نۀ کېږي د تورې د مستۍ نه بغېر

    الله ليدے نۀ شي د حسن پرستۍ نه بغېر

    او هغه غني چې د دنيا جاه و جلال او سرادري داسې د خپله کوره غورزول غواړي لکه سوټې پۀ ډېران او هغه غني چې پۀ ډاګه اعلان کوي چې:

    نۀ منم نۀ منم مرګ انجام د هستۍ نۀ دے

    خلاصېدل شراب پۀ جام کښې اختتام د مستۍ نۀ دے

    شراب خو چې د جام نه وجود ته لاړ شي نو هله مستي راپېدا کړي . اوس يو خوا يو تخليق کار د حيات او ممات د خالق او کائنات پۀ حقله دومره لوړ تصور لري او شاعرانه تخيل ئې دومره وچت دے چې د سيند د سپينو شګو نه هم محل سازولے شي، د هغۀ د فکروفن او تخيل شاهين پۀ هوا کښې نيول د هر چا د وس خبره نۀ ده. نقاد کۀ هر څومره هڅه وکړي نو د هغۀ د فکر او خيال لومړي يا زيات نه زيات دوېم پړاو ته به ورسي خو دغه خيال او دغه تخيل چې لکه د پياز د پاڼې د يو لاندې بل او د بل د لاندې بل پړچ لري پۀ مزه مزه به دريافت کېږي. هغه کۀ د هغۀ د تنکۍ ځوانۍ شاعري ده کۀ د نيا د کتو او مشاهداتو د پراخۍ نه پس تخليقي عمل دے او کۀ د هغۀ د روحاني ، تخيلاتي او فکري استحکام دور، دا ټول سفر او د دې سفر هر پړاو دا اعلان کوي چې غني کۀ د هر چانه لوے تخليق کار نۀ وي خو د هر چا نه منفرد او ځانګړے ضرور دے .

    حالانکې دغه ټول هم د يو ذات د اظهار بېلا بېل تخليقي اړخونه دي. د غني پۀ ذات کښې د تفکر، تخيل او روحانيت دغه عناصر بېل بېل نۀ دي او د هغۀ نقاد لۀ هم دغه غټ حقيقت د خپلې تجزيې او تبصرې پۀ مهال پۀ نظر کښې ساتل پکار دي.

    کله چې مونږ د” د پنجرې چغار” پۀ نظمونو يو ځغلنده نظر واچوو نو اول خو دا حقيقت څرګند شي چې د دې کتاب ټوله شاعري د زندان شاعري ده. خپله خان پۀ کتاب کښې ليکي چې زۀ دا کتاب پۀ ۱۵ اکتوبر کال ۱۹۵۰ کښې هري پور جېل کښې شروع کوم. دې کتاب کښې دهغۀ د څو کلونو شاعري شامله ده چې غني خان د پېښور، هري پور، حېدراباد او خانپور پۀ جېل خانو او پۀ پهاړ پور او بهګنوټر نظربندۍ کښې د ساعت تېري پۀ غرض لفظونو سره لوبې کړې دي. تل داسې شوي دي چې د وخت او زمانې يو نابعه دساعت تېري پۀ غرض څۀ ليکل او ساز کړي دي او بيا دغه ليکونه او انځورونه د ژوند او فن پۀ دنيا کښې شاهکارونه ثابت شوي دي. لکه د خوشحال بابا ” دستار نامه” به واخلو؛ دا هم د زندان ډالۍ ده. هغۀ هم د ساعت تېري پۀ غرض ليکلې ده خو هم دغه کتاب د اسلوب پۀ حواله د پښتو پۀ جديد نثر او پۀ موضوعاتي حواله د قام دپاره دسياساتو او عمرانياتو لومړے بشپړکتاب دے.

    هم دغه شان د غني خان “د پنجرې چغار” هم د هر پښتون د روح نوا شوه. پۀ خپل دې کتاب کښې خان د ژوند او کائنات پۀ حقله ډېر د لوړ معيار نظمونه ليکلي دي خو د دې سره سره پۀ دې کتاب کښې ځنې داسې نظمونه هم شته چې يا خو واقعاتي دي او يا پۀ ځنو شخصياتو ليکلے شوي دي خو پۀ دغه لمحاتي او ذاتي نظمونو کښې چې اکثر هغۀ پۀ خپلو نزدې دوستانو ليکلے دي او يا ئې خپل زړۀ تۀ نزدې خلق مخاطب کړي دي، خان خپل انفراديت برقرار ساتلے دے. کوم نظم چې خان اول د “شپږ زمري” او بيا د “اووۀ ګلونو” د سرخط لاندې ليکلےدے . د دې نظم ” د الهام حال” خان پۀ خپله ليکلے دے. دا نظم د هري پور پۀ جېل خانه کښې ليکلے شوے دے. خان وائي چې دا جېل خانه ماته د خپل کور پۀ شان ښکارېده او هم دغه خبره ما دخپل کلي د خدائي خدمتګار اميرنواس کاکا نه هم اورېدلې وه. کله چې هغه پۀ اخري ځل هري پور جېل ته تلو نو د هغۀ پۀ سترګو کښې د مينې عقيدت او خوشحالۍ يو بل شان ځلا وه لکه چې يو مسافر پۀ مودو پس خپل کور کلي ته روان وي. خان د خپلو دغه ملګرو مجسمې هم جوړې کړي دي. دغه شپږ زمري دادي. . . (۱) پير شاکر الله باچا د ګوجرو ګړهۍ چې يو بې بدله قامي مبارز او خدائي خدمتګار ؤ (۲) خان خېل مهر دل هوتي د هوتي د نواب ورارۀ ؤ او پۀ دغه ټبر کښې دغه وخت ايکي يو قامي مجاهد ؤ.(۳) بل زمرے پروفېسر جهانزېب نياز دے چې د خان د ترور زوے هم دے او پۀ ډېر وړوکوالي کښې ئې د زندان تراښۀ نصيب شوي وو . وروستو بيا دا ښاغلے د اسلاميه کالج د پښتو څانګې مشر هم پاتې شوے ؤ.(۴) فردوس خان کاکا چې پۀ کوکو ياد ؤ، د باچاخان کلک ملګرے ؤ، اېم پي اے هم پاتې شوے ؤ او د څوارلسو کالو عمر کښې جېل ته تلے ؤ. خپل ټول عمر ئې قامي جدوجهد او جېل خانو کښې اړولے ؤ.(۵) بل پۀ کښې زرين خان دے چې د پارلېمنټ غړے ؤ. (۶) شپږم يوسف خان ؤ چې وروستو ئې خپله لاره بدله کړه.

    پۀ خپل دې نظم کښې خان د خپلو دغه دوستانو خاکې هم راښکلې دي او د دوي ځنې عادتونه ئې هم پۀ شاعرانه کمال بيان کړي دي . دا يو مزاحيه نظم دے . خان وائي چې کله ما دا نظم خپلو دغه دوستانو ته واورولو نو هغوي رانه ټول خفه شو او بيا مې پۀ ” اووۀ ګلونه” رضا کړل . دا نظم د خپلو بې تکلفه ملګرو دپاره د يو تخليق کار سوچه او بې ساخته جذبات دي.

    بل ذاتي نظم “د فرېدون د مور خط دے” . دا نظم خان د خپل زوي پۀ زېږېدو وئيلے دے خو دې نظم کښې د جېل خانې او جدائۍ درد او د زوي د زېږېدو خوشحالۍ داسې غاړه غړۍ شوې دي چې د خان د خپلې مېرمنې دپاره د سپېځلو جذباتو او پاکو جذبو يو ناپايا وه سمندر ترې ساز شوے دے . تاسو ئې هم لږ خوند واخلئ.

    دا نيشت پۀ شاملات کښې ما اجل ته کېښود څلے

    دا خو ما د سبا طمعې کړې پرون سره بدلې

    دا چې زۀ يو رنګين خوب شم د تالاش او د ارمان

    ستا پۀ تور تاريک محل کښې سپينې شمعې شولې بلې

    ما د دوو لپو خاورې تاله ژوند او جهان جوړ کۀ

    خپلې مېنې داسې يوړم بل مې تاله جهان جوړ کۀ

    (جاري)

    يو بل نظم ” کټ ماله” هم خان روشن بي بي ته لېکلے دے چې پۀ کښې ئې هغې ته د خپل پت او مينې ثبوت هم ورکړے دے او دا حقيقت ئې هم ورته څرګند کړے دے چې ستا غني يواځې ستا نۀ دے، دا د ټول قام غني خان دے.

    د “يو خط” پۀ نوم نظم خان خپل يو عالم فاضل دوست حکيم سيد الاابرار ته ليکلے دے . دا نظم د خان د تخيل هغه ټول خواږۀ لري کوم چې د هغۀ نور دا قسمه نظمونه لري. دې نظم کښې خان خپل دوست ته دا وئيل غواړي چې کۀ تۀ د خداے پاک تخليق کړے جمال او د دغه جمال پۀ واسطه د هغۀ کمال ته نۀ شې رسېدے نو پوه شه چې ته خداے ته هم نۀ شې رسېدلے. ځکه چې د کائنات دا حسن ، د خوبانو د جمال دا نندارې اصل کښې هم د خالق د فن شاهکارونه او دا خو د يار د مېنې ډالۍ ” ائينه منګځ” دي.

    دې کتاب کښې د بې غېرت پښتون او غېرتي غونده روايتي نظمونه هم شته او د چيندخ، مږه، بازيګر کمتر، کوچے ، تورانۍ، ملاچرګګ، بورا تارو ، کور کوړۍ مچ غونده د طنز او مزاح شاهکارونه هم.

    دا نظمونه د خان د مشاهدې غټ ثبوتونه دي او پۀ دې حقيقت هم رڼا اچوي چې زمونږ پۀ ژوند کښې د دغه ځناورو او حشراتو څۀ اهميت او کردار دے . دلته خان هغه عادتو، حماقتونه او هوسونه هم پۀ چل چل پۀ نخښه کړي دي کوم چې غېر انساني او سپک دي لکه چې مږې ته مخاطب دے او وائي . . .

    اوسې پۀ کندو کښې ياره غل يې پلار دې غل ؤ

    مور دې غلچکۍ وه ستا نيکۀ د بدو مل ؤ

    دلته د نظر خاوندان پوهېږي چې د خان اشاره چاته ده . پۀ خپلو دغه نظمونو کښې خان د تورانۍ غونده ډېر منفرد معني خېزه نظم هم ليکلے دے چې د لوستو او محسوسولو سره تعلق لري . دلته د خان دا مزاحيه شاعري د خان پۀ حسن مزاح او جوته مشاهده دال ده او زما پۀ خيال دا ځانته د يو اوږد بحث جوګه موضوع ده. د دغه څو واقعاتي ، لمحاتي او وارداتي نظمونو پرته د دې مجموعې نور ټول نظمونه د خان د تخليقي توان او تخيلاتي الوت هغه نادرې نمونې دي چې هر نظم ئې خپل ځان کښې د سوالونو، جوابونو ښائستونو ، فکرونو او نوو خيالاتو ځانګړې دنيا لري.

    پۀ خپلو دغه واقعاتي، لمحاتي او ذاتي نظمونو کښې هم خان د ژوند او فن پۀ حقله خپل دريځ پۀ نظر کښې ساتلے دے . “د پنجرې د چغار” پۀ باقي ټولو نظمونو کښې د حيات او ممات ، حريت او صداقت ، حسن او عشق، خمار او يار، جنون او جانان پۀ حقله د خان خپل ځانګړے سوچ او لوړ خيالات څرګند دي .

    پۀ دې مجموعه کښې ژوند، هوش،حسن ، قسمت ، جنت ، مرګے، خمار،تۀ او زۀ، دا مکان او لا مکان، قانون او د مينه پۀ شان شاهکار نظمونه د ژوند او فن سره سره کائناتي تکون کښې د غور او فکر نه پس ځنې نوي سوالونه هم راوچتوي او د شاعر غني د ستر تخيل او شاعرانه پرواز ځانګړنې هم پۀ ګوته کوي. دلته د غني د تخيل مارغۀ د کائنات د زمان او مکان د حدودو نه هم اخوا ورغلے دے. کۀ د دعا ” اندز اوثنا” اظهار ئې د هر چا نه ،منفرد او ځانګړے دے نو د مينې دوام حسن زور او د ګيلې شور د هر چا نه منفرد او ځانګړے دے. د ادراک پۀ غېږه کښې د احساس او فکر غېږه کښې د روح سندرې وائي. خليل جبران وائي” زۀ هغه رباب يم چې د قوت کل لاس مې ټنګوي” . او زۀ وايم چې غني هغه رباب دے چې هم ئې د قوت کل لاس ټنګوي او هم خپل ځان سره ټول کائنات پۀ رقص مجبوروي. رښتياخبره دا ده چې شاعران خو پۀ هر دور کښې پېدا کېږي خو د رنګ او بوي پۀ دې دنيا کښې داسې تخليق کاران کله کله زېږېږي کوم چې پۀ خپله هم فن وي او هم فنکار، هم عاشق وي هم جانان، هم رقص وي او هم رقاص، هم نغمه وي هم موسيقار. هم د داسې خلقو پۀ حقله رحمان بابا وائي:

    جو دانه قدرې يو لعل پۀ کښې پېدا که

    نور جهان واړه د تورو کاڼو غر دے

    د خان پۀ دې اومړۍ شعري مجموعه کښې چې د حسن او عشق ، جلال او جمال ، سترګو او خمار، مستي او سرور، ساقي او جنون غوندې علامتونه بيا وروسته د خان دتخليق سفر سره سره پۀ زيات معنوي او تخيلاتي انداز کښې تر اخره ملګري دي.

    د خان پۀ دې شعري مجموعه کښې يو ډېر ښکلے غزل هم شامل دے . خان چې پۀ بنيادي توګه د نظم شاعر دے، د شاعرۍ اساس ئې روحاني، قامي او عشقي دے. انداز ئې روماني او هنګ ئې چاربېتي دے. خو دا غزل ئې ځانته يو خپل رنګ ، خوند او هنګ لري . پۀ دې غزل کښې هم خان پۀ عشق کښې د هجران اهميت او د روح پۀ زور د فاصلو د کمولو طاقت د خپل تخيل پۀ غېږه کښې ډېر پۀ جانانه انداز بيان کړے دے. لکه چې وائي.

    هله يار وته نزدې شوم چې د ياره شومه لرې

    هله ئې پوه شوم پۀ خبرو چې ئې نۀ اورم خبرې

    د دې کتاب هر يو نظم ځانته د يو اوږد بحث او بشپړې تجزيې تقاضا کوي . پۀ خصوصي توګه مرګے، حسن، قسمت، خمار، جنت او د مکان او لامکان خو د خيال ، فکر او بصيرت پۀ حواله دومره منفرد او ځانګړے رنګ خوند او اسلوب لري چې د ادراک نه زيات احساس او بصارت نه زيات د بصيرت غوښتنه کوي او اوس پۀ پائې کښې زۀ د ” ژوند” پۀ حقله د خان د يو ښائسته نظم څۀ برخه د خپلو لوستونکيو مخې ته ږدم او بيا رخصت اخلم .

    چې پۀ ژوند کښې سخته نۀ وي

    لکه بې مالګې طعام

    چې پۀ خولۀ کښې خندا نۀ وي

    لکه ډک د زهرو جام

    ژوند کۀ تش فېرني څټل شي

    دا خو سپے هم شي څټلے

    کۀ تش نسل زياتول وي

    دا غوئے هم شي کولے

    ژوند نۀ خېټه نۀ ماڼۍ وي

    نۀ ډېرے د سرو لالونو

    نه ياران نۀ معشوقې دي

    نۀ باغونه دګلونو

    ژوند خو تلۀ دي يو پۀ مخه

    غورزېدل او پاڅېدل دي

    ټکے سوز او ټکے ساز دے

    څۀ خندل دي، څۀ ژړل دي

    ژوند پۀ سترګو د عاشق کښې

    پلوشه ده د خمار

    پۀ صحرا کښې لټول دي

    د اشنا د کوڅې لار

  • غني خان د زمان او مکان پۀ تله کښې – پروفېسر ډاکټر فضل الرحيم مروت

    غني خان د زمان او مکان پۀ تله کښې – پروفېسر ډاکټر فضل الرحيم مروت

    د هندوانو پۀ وېدونواو د کائنات پۀ علمونو کښې د زمان او مکان پۀ حقله څۀ دا شان بيان شوے دے چې کائنات پۀ يوې دائرې کښې ګردش کوي. دغې دائرې کښې د پېداوښت (Creation) عمل ترسره کوي، تر ختمېدو (Destruction) پورې رسي او بيا د پېدا کېدلو (Rebirth) عمل ته هم ځان رسوي. دا ګردش يو چکر دے چې پۀ ٤٣٢٠٠٠ کاله کښې خپل دغه سفر پوره کوي.(١)

    مصري فېلسوف (2650- 2600 BC) Ptahhotep يوځاے ليکلي دي چې د خواهشاتو ترلاسه کولو (حصول) کښې وخت مۀ خرابوئ (ضائع کوو يا کموو) ځکه چې وخت خرابول (ضائع کول) روح مکروه کوي، دا رنګې د افلاطون پۀ خيال وخت يا زمان (Time) د اجرام فلکي حرکت او ځاے يا مکان هغه څۀ چې څيزونه (Things) ترې را وځي. د ارسطو پۀ خيال وخت (زمان) د بدلولو مخکښې اوشا يا وړاندې او وروستو (After+ Before) او مکان د يو شي د يو حرکت حد بندي چې کوم د دۀ نه چاپېره ده.(٢)

    سېنټ اګسټائن (St Agustine) د ارسطو برخلاف وده يا پېداوښت (Creation) حقيقت ښودلي دي، خو د وخت پۀ باره کښې وائي چې د وخت علم دڅيزونو د حرکت پورې اړه (انحصار) لري. د هغۀ پۀ خيال د وخت تصور د مخلوق د موجودګۍ سره تړلے دے، د وخت ناپ تول يا حساب کتاب خو د مخلوق پۀ ذهن کښې دے. دکتور سټېفن هاکنګ پۀ خپل کتاب د وخت مختصر تاريخ (A Brief History of Time) کښې ليکلي دي چې د زمان او مکان د جديدو قوانينو پۀ رڼا کښې د ماضي او مستقبل تفريق نشته. دوي زياتوي چې د وخت نفسياتي غشے مونږ دې ته تياروي چې خپل ماضي وګورو، ولې مستقبل نا، وخت دا هم کوي چې حافظه دې پۀ يومخ تازه شي چې کائنات را غونډ کړي، پۀ ځاے د دې چې خور وور شي.(٣)

    د يولسمې پېړۍ د فزکس ماهر ابن حاتم د جيومټري پۀ فارمول د افلاطون او نورو نظريات ( Theories) غلط ثابتوي ځکه چې دۀ ټول زور د نظر يا ليدنې پۀ نظريه (Theory of vision) باندې اچولے دے. د ايمانوېل کانټ (١٧٨١) پۀ خيال د زمان او مکان موجود يا موجود بالذات (Substance) نۀ دے. دا د تجربې پۀ بنياد پېژندل کېږي يا زده کېږي. دا يو Systematic Framework دے پۀ کوم چې انسان خپلې تجربې سموي يا برابروي يا سټرکچرلايز (Structuralize) کوي.

    يوخوا مونږ ګورو چې د انسان وخت د دېوتاګانو نه بدل دے او ځان لۀ خپل خپل مکان هم لري. بل خوا انسان چې فطرت نه مجبور ؤ او د کاڼو زمانې نه تر اوسني دور پورې پۀ ارتقايي عمل کښې کوشش کوي چې فطرت قابو کړي، تر ډېره حده کامياب شوے هم دے، خو ايا د انسان چې د خپل وجود پۀ تلاش کښې سرګردانه دے، هغه خپل خود ياد وجود پۀ انسان کښې وموندو او ايا انسان ستا او زما نه راووت او يا د وحدت او کثرت پۀ فلسفه کښې چرته ولاړ دے؟ يا د فنا او بقاء پۀ مسئله کښې پۀ کوم مقام دے؟.

    د دې پورته توضيحاتو او معروضياتو نه پرته څۀ سوالونه د زمان او مکان پۀ حقله نور هم ډېر اهم دي.

    ايا انسان اول دے او کۀ بت؟؟ کۀ د ادم قيصه واخلو او د خاورو بت کښې ساه واچولے شي. د دې سره د جنت او بي بي حوا قيصه هم شروع کېږي.

    د فلسفې پۀ تله کښې زمان او مکان تلل.

    د سائنس پۀ تله کښې زمان او مکان تلل.

    د تصوف پۀ تله کښې د زمان او مکان تلل.

    د مذهب پۀ تله کښې د زمان او مکان تلل.

    خو دلته مونږ ستر شاعر، فلسفي، سياستمدار او ارټسټ غني خان د زمان او مکان پۀ تله کښې د تللو هڅه کوو.

    غني خان يو انسان نۀ ؤ بلکې پۀ خپل ځان کښې يو جهان ؤ، لۀ کوره خان ؤ، ولې خوي ئې د ملنګ ؤ، خو د قلنګ طلبګار نۀ ؤ. اولس ئې ژوند او ژوند ئې د اولس سره ؤ. د بنګال نه واخله تر ګړه هندوستانه او دافغانستان نه واخله تر امريکه او يورپ پورې علمونو او سبقونو پسې ګرځېدلے او کړېدلے دے. د رابندر ناتهـ ټېګور نه واخله تر ګاندهي جي پورې او د کلي د ملايانو نه واخله د يورپ پادريانو پورې د مذهبي او تصوفي زده کړو پۀ تلاش کښې ګرځېدلے دے.

    د خپل پلار پۀ مکتب فکر لوے شوے خوځان ورته هر وخت پۀ يوه داسې پنجره کښې بندي محسوس شوے دے چې چوکاټونه ئې ماتول ضروري وو. خاکسار تحريک، احرار تحريک، کرتي کسان تحريک، سوبهاش چندربوس تحريک او د کمېونزم پۀ شان مفکورو او مضبوطو تحريکونو د غني خان ايمان پۀ پښتون نېشنلزم او خپل وطن سره مينه ساتلو باندې نور هم ټينګ او مضبوط کړو.

    غني خان د خپل وخت او زمانې پۀ ترڅ کښې د پښتو، اردو او نړۍ پۀ اديبانو او شاعرانو کښې ځان ته يو خپل مقام پېدا کړو. پښتو کښې عبدالاکبرخان اکبر، ګل باچا الفت،اجمل خټک، عبدالروف بېنوا، مهدى شاه باچا، قيام الدين خادم، قلندر مومند، سيدرسول رسا، اشرف مفتون او نور، اردو کښې د ډاکټراقبال نه علاوه فېض احمد فېض، اختر شېراني، اسرارالحق مجاز، ساحرلدهيانوى، کرشن چندر، سعادت حسن منټو او نور، نړيوالو اديبانو کښې ايزراپانډ(Ezra Pound)، اسکروائلډ (Oscar Wilde)، برټرېنډرسل (Bertrand Arthur William Russell)، ټي اېس اېليټ (T.S Eliot)، مېکسم ګورکي (Maxim Gorky) او نورو پۀ موجودګۍ کښې ئې ځان ته خپل يو انداز او فکري چوکاټ او د محسوساتو يوه دائره جوړه کړې وه چې دا د يو رښتوني شاعر او اديب او فنکار د پاره غېر معمولي لاس ته راوړنې دي. کۀ څۀ هم د خپل فکر او احساس د وړاندې کولو(پېشکش) طريقه ئې د نړۍ د سترو مفکرينو پۀ شان ده. د يوناني ډرامې د کردار اوريس پۀ شان د خپلې بشپړ ازادۍ نعره لګوي. د زوړ يوناني شاعر زينو فرنز (‌Zenopherns) پۀ رنګ د خپل وخت قدامت پسندو مذهبي مبلغينو(ملا) باندې د قدغن لګولو سوچ وړاندې کوي، د نوميالي فرانسيسي ليکونکي والټئير او د جرمن شاعر نټشے د شاعرۍ پۀ شان خپل فکر او سوچ د ګډ وډي پۀ شکل کښې وړاندې کوي. (٤)

    خو دلته يوه خبره بله ډېره ضروري ده چې د شلمې پېړۍ هندوستاني او افغان شاعران، اديبان د سوړ جنګ اثر لاندې وو. ډېر پۀ کښې د مارکسزم، لېنن ازم او ماوزے تنګ نۀ پۀ يوه حواله يا پۀ بله حواله متاثره وو. تر دې چې هندي فلمونه هم دقيصه ليکونکيو اديبانو اوسندرې ليکونکيو شاعرانو دلاسه د طبقاتي مبارزې نه خلاص نۀ وو. پۀ داسې حال کښې چې يو خوا انګرېز استعمار ، بلخوا د هند پۀ نيمې وچې کښې د ازادۍ مبارزه روانه وه. پۀ افغانستان کښې د بادشاه مترقي او د استقلال رهبر غازي امان الله خان زوال پۀ ښکته يا کوزه پښتونخوا ډېر اثر وغورځولو. دلته ملي مبارزه د عدم تشدد او تشدد (Radical) يا انقلاب پۀ چوکاټونو کښې روانه وه. د عدم تشدد پۀ چوکاټ د ازادۍ مبارزه د خدائي خدمتګارتحريک پۀ ترڅ کښې د باچاخان پۀ مشرۍ کښې ترسره کېده. د عبدالروف بېنوا پۀ خوندناک انداز کښې ورته داسې اشاره کېدې شي.

    غلے شان ته انقلاب دے

    بدلوي د زمانې رنګ

    د پښتو د هغه زمانې نزدې (تقريباً) ټول شاعران د خدائي خدمتګار تحريک پۀ کېمپ کښې ناست وو ځکه چې دا چترۍ ډېره پراخه وه او حقيقت خو دا دے چې دغه تحريک کښې ډېر چپ لاسي (Leftist) او د ويښ زلميانو پۀ شان د هرې طبقې خلق هم شامل وو.

    د غني خان شخصيت ډېر عجيبه ؤ. ماشوم والي کښې د خپل پلار پۀ ازاد سکول کښې د قران او حديث مطالعې او جلسو کښې د خوش الحاني سره تلاوتونه کول، د عبدالاکبرخان اکبر پۀ ” خدائي خدمتګار”(دې ډرامه کښې د درې يتيمانو د کردارونو پۀ وجه د درې يتيمانو پۀ نوم هم مشهور شوې ده) نومې ډرامه کښې ولي خان سره د يو يتيم ماشوم کردار ادا کول، پښتون مجلې ته د ګډې وډې پۀ نوم کالم ليکل چې د خپلې زمانې پۀ سماجي چوکاټ تنقيد هم ؤ او لارښودنه هم، لندن او امريکه کښې ګرځېدلو او سبقونو وئيلو باوجود د خپلې خاورې د غلام او بې سواده اولس سره مينه لرل او پۀ دغه ترڅ کښې د پښتون تاريخ، جغرافيه، مذهب، کلتور او کردار پۀ نره ستائيل، فرسوده سماجي چوکاټونه پۀ نره ماتول او تر ټولو اهمه خبره دا چې د نورو زياتره هندوستاني شاعرانو اديبانو پۀ رنګ دکارل کارکس او لېنن لۀ فلسفې بېخي نۀ متاثره کېدل چې وجه ئې د فيوډال کورنۍ سره نسبت بېخي نۀ دے، ځکه چې د دوي هم عصر بل يو ستر شاعر عبدالرحيم مجذوب مونږ وينو چې د لوې فيوډالې کورنۍ سره د نسبت باوجود دمارکسزم لۀ فلسفې نۀ صرف متاثره ښکاري بلکې خپل پلار ته پۀ ټاکنو کښې مخالف کانديد هم جوړ شوے ؤ (٥) خو غني خان تش د خپل ذاتي نقطه نظر پۀ اساس پښتون نېشنلزم خوا ته رامائيل شوے ښکاري. د غني خان دغه شخصيت پۀ اړه ارواښاد ډاکټرراج ولي شاه خټک يوځاے ليکي:

    “د غني خان دا شخصيت کۀ د وخت ضرورت پۀ خپله پۀ خپل دور کښې پېدا کړے ؤ او کۀ د خالص پښتني تربيت پۀ نتيجه کښې ساز شوے ؤ خو پۀ شخصي توګه غني خان يو داسې سړے ؤ چې د سړيتوب د مفهوم پۀ رڼا کښې مکمل شوے ؤ…. د غني خان شخصيت دومره لوړ او دنګ ؤ چې مونږ د هغۀ د ذات پۀ سيوري کښې د هغۀ د فن خدوخال پوره پوره ليدلے شول. هغه د پښتون تهذيب د صديو د شعور يو مجسم شکل ؤ او پۀ دغه ذات کښې د ثقافت پوره تصوير پۀ نظر راتلے شو” ۔ (٦)

    لکه څنګه چې بره ذکر وشو چې غني خان د پراخه علم او مطالعې خاوند ؤ. د ادب، فن او د فلسفې باقاعده طلب علم پاتې شوے دے. د نړۍ تاريخ، ادبياتو فنون، فلسفې او تهذيبونه ئې د خپل نظر لاندې راوستي او د خپل ذهن پۀ کېنوس کښې خوندي کړي او د بې شميره موضوعاتو د پاره ئې ترې الهام هم اخستے دے چې ځينې پۀ کښې امتياز احمد صاحبزاده څۀ دارنګ بيان کړي دي.

    “Some of the major themes on which he wrote are, Pakhtun nationalism freedom, love of the land and the people- the mysteries of life and death, fate, belief in the existence of God, the joys of communion, the woes of separation, love –both human and divine: nature in all its aspects- insects, birds, animals, trees and flower: the Khans (major landowners) mullhahs (the clergy) and above all, beauty which is the centerpiece of his feeling, thought and expression and was not to him ultimate proof of the existence of God” (7)

    د غني خان شاعري کۀ څۀ هم د جدت او بغاوت پۀ ترڅ کښې ځان لۀ يوه خپله ځانګړتيا لري، ولې کۀ پۀ غور وکتے شي، نو د پښتو شاعرۍ د روايت يوه مکمله کړۍ معلومېږي. د دوي دغې روايت پالنې پۀ اړه ډاکټر چراغ حسېن شاه وائي :

    “د دوي شاعرۍ کښې د خوشحال انقلاب، د رحمان بابا تصوف، د مېرزا خان انصاري ابهام او د علي خان رومانيت هر څۀ شامل دي. ” (٨)

    زما بخت د شمعې بخت دے يا به مرمه يا به سوځم

    يا به بېخ لۀ د درياب ځم يا به سر پۀ چپو خوځم

    عجب زۀ عجيبه لاره، عجيبه کاروان روان دے

    ما وروستي پړاو لۀ بيايي کۀ زۀ ځمه او کۀ نۀ ځم

    (١٢)

    ولې د وخت پۀ اړه هم سوال را پورته کوي چې کۀ وخت نۀ ؤ، بيا بۀ څۀ وو؟ پۀ هغه وخت کښې چې وخت نۀ ؤ، غني خان د رنګ او خيال پۀ زور د يار پۀ ښائسته شونډو د وصال پۀ خوب کښې ځان مخمور ويني.

    څۀ وو چې هېڅ نۀ وو

    نۀ سبا ؤ نۀ ماښام ؤ

    نۀ رب د چا رب ؤ

    نۀ بنده د چا غلام ؤ

    بس يو بې پايانه عشق

    ورک پۀ خپل خمار کښې

    خوب د خپل وصال ؤ

    پۀ خېشته شونډو ديار کښې

    (١٣)

    غني خان وخت نۀ د مخلوق پۀ شکل کښې ګوري چې هېڅ نۀ وو، يعني پۀ دې هېڅ کښې سبا او ماښام هم نۀ ؤ، خو يو بې پايانه عشق پۀ خپل خمار کښې ورک ؤ. د غني خان پۀ خيال وخت څۀ دے؟ خو د دلدار لټون دے. د هغه دلدار لټون چې وخت ورباندې تمام دے. وخت ورباندې ولاړ دے او د وخت ورباندې ژوند دے.

    غرمه د اوړي

    لکه شپه د ژمي

    يو خاموشي يو قلارے خور دے

    زوړندې پاڼې ونې

    غلې اودې مرغۍ

    وخت پښه نيولے پۀ رکاب سور دے

    ====

    چرته کښې لرې يو بڅرے د نور

    ستورے، کۀ لرې د صحرا اور دے

    ما ته وړوکو پلوشو کښې وائي

    کۀ غر دے لوے پۀ سر ئې لار خو شته

    څۀ کۀ ژوندون يو ورک ساعت دے د هوش

    يو ابدي د دۀ دلدار خو شته

    (١٤)

    غني خان د لمحو تغير يا د وخت ګردش د واقعاتو او حادثاتو يوه پېمانه ويني. څنګه چې د شبنم پۀ يو څاڅکي کښې ورته پوره سمندر ښکاري. دا رنګې د لمحې پۀ يو څرک کښې د زمان پوره دائره ويني.

    يو ټکي د نور کښې درياب رنګا رنګ

    يو څاڅکي د ساز کښې هم سوز او شړنګ

    د ژوندون يوه لمحه کښې سوونه عمرونه

    يو چونګ کښې د خاورو مستي او غمونه

    (١٥)

    خو د غني خان يو نظم “خيال او رنګ ” ته چې پۀ ژور نظر وکتلے شي، نو هغه د کائنات ټول رنګونه، ټول پړاوونه او ټول جهتونه د وخت سورے ګڼي او وخت پۀ يو داسې زورور انداز کښې تجسيم چې سيوري نه ئې د ودان ژوند تمامي ښائستونه شتون لري.

    دا سوز او ساز، دا شان او شړنګ

    يو سيورے د وخت، د خيال او رنګ

    دا اوښ کاروان، دا سحر ماښام

    دا ګوتې او شونډې او مے او جام

    دا شپه د خزان او خوب د بهار

    نشه د مجنون او پياله دخيام

    دا ګل، دا ساز، دا شان او رنګ

    يو سيورے د وخت، د خيال او رنګ

    (١٦)

    تر دې پورې چې هر څۀ د وخت پۀ پنجه کښې راګېر بولي، تر دې چې د انسان غوندې هستي هم د وخت پۀ پنجه کښې ايسار دے. کۀ انسان زر ځله د وړاندې تګ او د نورتګ وزرونه تلي، ولې وخت ئې وروستي پړاو ته بيايي، د خپل ځان سره غني داسې مکالمه کوي.

    وخت خو تا جوړ کړے دے نو وخت به تا ته څۀ ووائي

    وخت خو زما ځان دے چې د نشت کور له مې بيائي

    (١٧)

    مکان/ځاے او لا مکان چې مونږ وړاندې تر خپله وسه تشريح کړے دے، پۀ اړه غني خان خيال دے چې دواړه د انسان د خپل ذهن پېداوار دي.

    دا مکان او لامکان

    دواړه جوړ زما د ځان

    دا جانان او بت او رب

    زما تنده او ايمان

    (١٨)

    غني خان ځان پۀ پنجره کښې د بندې مرغۍ پۀ رنګ ويني چې چاپېره ترې نه د پنجرې اوسپنيز تارونه تاؤ دي او مرغۍ لګيا ده د اوسپنې تارونو سره خپل سر مسلسل وهي. غني خان هم د رواج، سماج، مذهب او روايتي سياست پۀ پنجره کښې بند دے او هغه لګيا دے، د دغه پنجرې نه د ځان او اولس د ويستو هلې ځلې کوي. د هغۀ مثال د منځنۍ اېشياء او سوېلي اېشياء ترمنځه د يو پل دے او پۀ فن کښې ئې د مشرق او مغرب ټول خواږۀ سره ګډ شوي دي (١٩) او پۀ فکر ئې د خپل خړ پښتني وطن سادګي او د جديدې نړۍ ټول مصنوعيت سره يوځاے کېږي.

    غني خان د دوه اتيا کالو پۀ عمر کښې د مادي دنيا نه روحاني دنيا ته رخصت شو. خو زما پۀ خيال د زمان او مکان پۀ حدودو کښې هغۀ ځان ته خپل ځاے جوړکړو او د ټول افغان پښتون اولس کښې د رېناسنس (Renaissance) سړي پۀ توګه د ادب او فن پۀ اسمان لکه دستوري وځلېدو.

    حوالې:

    1. Wikipedia, the free encyclopedia

    2. Wikipedia, the free encyclopedia:2

    Dr Fazal Ur Rehim Marwat. Abdul Ghani Khan A-Renaisance Man Charsadda:3

    Pashtunkhwa Study Centre, Bacha Khan University, 2015. P-4

    :4صابر، صاحب شاه، غني لېونے- غني فلسفي- غني فنکار، مشموله. پښتو، جلد ٣١، شماره ١١_ ١٢، پېښور، پښتواکېډمي پېښور پوهنتون، نومبر، دسمبر ١٩٩٩، مخ ٢٥

    :5زما (مروت)شخصي ډائري.

    : 6 راج ولي شاه، ډاکټر، غني خان شخصيت او فن، مشموله: پښتو، (غني خان نمبر) ، جلد ٢٩، شماره ١_ ٤ پېښور، پښتو اکېډيمي، پېښور پوهنتون ، ١٩٩٨، مخونه ٨- ٩

    Imtiaz Ahmad Sahibzada, A Breath of Fresh Air, Islamabad, The Army Press, 2016, p.xx :7

    :8 چراغ حسېن شاه ، ډاکټر ، غني، خان يو د حساس ذهن خاوند، مشموله، پښتو (غني خان نمبر)، مخ ١٢٤

    9: برق، غلام جېلاني، الله کى عادات، ص:٢٣٥

    10: زما شخصي ډائري

    11: رابندرناتهـ ټېګور، ګيتا انجلي، ژباړه: عبدالروف بېنوا، افغانستان، د ادبياتو د پوهنځي د پښتو څانګه، کال ١٣٥٤، مخونه ١١ او ١٥

    12: لټون ( د غني کليات، نوے کلام) ترتيب و تدوين: محمد زبېر حسرت، پېښور، يونيورسټي بک اېجنسي مخ: ٦٩٦

    13: لټون، مخ ٥٧٣

    14‌: لټون، مخ ٥٦٦

    15: لټون، مخ: ٣٢٢

    16: لټون، مخ ٢٦٩

    17: لټون، مخ ٢٤٤

    18: لټون، مخ ٣٧٥

    19: جهانزيب نياز، پروفېسر، خان عبدالغني خان، مشموله: تعبير مردان، کاټلنګ ادبي جرګه، ٢٠٠٥ز ، مخ ٢١٦