Tag: سليم راز

  • حرف راز (خاکه) – روښان يوسفزے

    حرف راز (خاکه) – روښان يوسفزے

    نوټ : (د محترم روښان يوسفزي دا خاکه د نن نه نورلس کلونه وړاندې ليکلې شوې ده او پۀ شبقدر کښې د ارواښاد سليم راز صېب پۀ مشرۍ کښې شوې يوه غونډه کښې اورولې شوې وه. “پښتون” ئې د راز صېب د مرګ پۀ مناسبت هغوي ته د ډالۍ پۀ توګه چاپ کوي. بايد لوستونکي ئې د هغه وخت پۀ مناسبت او کېفيت ولولي) . پۀ درنښت، “پښتون”

    دعا را ته کوئ ځکه چې:

    وہ حرف راز کہ مجھ کو سکھا گیا ہے جنون

    خدا مجھے نفس جبرائیل دے تو کہوں

    هسې خو تخليق د حرف نه شوے دے او حرف هاغه ژور ټکے دے چې د فطرت د قانون او د نړۍ د کلهم نظام راز دار او د اظهار معراج دے . زۀ چې د کوم حرف پۀ لټون کښې راوتے يم نو هسې خو د هغۀ د نامې نه ډېر خلق واقف دي ولې د “جامې” او “کارنامې” نه ئې بغېر د “رندانو” نور څوک دومره واقفيت او سمه پېژندګلو نۀ لري ځکه خو هغه بله ورځ رحمن بابا هم د هغۀ پۀ حقله ماسره پۀ خپل يو کتابي ملاقات کښې دا خبره پۀ ډاګه کړه چې:

    لۀ دې رازه څوک خبر دي بې رندانو

    زۀ د “رندانو” پوره کوائف او مکمل معلومات خو تاسوته نۀ شم دربخښلے ځکه چې هغه توان نۀ لرم البته دومره قدر لۀ اشاره به درکړم چې دا هغه جدلياتي مخلوق دے چې تراوسه ورته خلق د “جد” پۀ سترګه ګوري. ځکه چې دا مخلوق د فرسوده رواياتو قدرونو ما فوق الفطرت او مابعدالطبيعاتي کاږۀ او شډل بډل لرګي د ترقي پسندۍ پۀ رندو باندې رنده کوي او د جدت او جديديت نېغ والے او مئين والے پۀ کښې پېدا کوي. خداے شته چې دا مې درته ګورې د راز خبره وکړه ګنې هسې خو د منصور د انجام نه زۀ ښۀ خبر يم .

    اخر زما دا راز د منصور حلاج راز نۀ دے چې ګنې د افشاء کولو پۀ پاداش کښې به مې څوک پۀ سولۍ کړي. او نۀ زۀ لکه د منصور غوندې جذباتي يم.

    ليکي:

    خبره بل ته رسول هم لوے هنر غواړي

    منصور پۀ يو چغه پۀ دار شو زۀ پۀ سلو نۀ شوم

    څوک وائي چې د پرولتاريه کلک ملګرے دے، څوک وائي چې يو کامياب دانشور او يو ناکام سياست دان دے، څوک وائي يوه داسې مجسمه ده چې ظاهر او باطن ئې يو دي. اهل کتاب وائي يو نظرياتي کامريډ دے.

    د جماعت اشاعت قوم پرستانو وېنا ده چې ډېر پوخ نېشنلسټ دے. ولې ما نه څوک تپوس ځکه نۀ کوي چې د خوار ملا پۀ بانګ څوک کليمه نۀ وائي. ولې بيا هم بانګ وئيل خو لازمي شرط دے.

    ما چې هغه څومره لوستے او ليدلے کتلے دے د هغې علم او قلم پۀ رڼا کښې زۀ وايم چې هغه محض يو احتجاج دے. د استحصال پدري شاهۍ، تهيوکرېسي، امريت، موروثي سياست د داخليت پسندو او کتابي سوشلسټانو پۀ ضد يو سنګين ولې رنګين احتجاج.

    او د احتجاج د نړۍ خپل کلي خپلې کوڅې او خپلې لارې دي او پۀ دې يو کښې د بنيادمو او جهنډو پۀ ځاے حرفونه او لفظونه ژوند کوي. دلته لفظونه د خپلوحقونو او د خپل عظمت او حرمت ضامنان وي. حرف راز چې خپل باطن کښې دا چغې وهي! زۀ د خوشحال د وطن، د رحمان د کلي او د علي خان د کندي يم، دا مسکين صورت انسان چې پۀ ظاهره ډېر ساده او ماشوم ښکاري باطن کښې ډېر طلا دار او ژور دے. د علي خان د غزل بې ساختګي، د ترنګزو حاجي صاحب مجاهده، د باچاخان خدائي خدمتګارۍ او د کاکا جي صنوبر حسېن مومند د ترقي پسندۍ نه عبارت سالم راز او مسلسل احتجاج،د خيالي د لخې، د سردرياب د اوبو، د شاه عالم د هوا او د ناګمان د اور نه جوړ شوے د دوابې دا د ګوډۍ پۀ شان سوتره ، نازک بنيادم اوس د عمر پۀ هغه سټېج کښې دے چې نه ترې ګلونه خپل مخونه پۀ پاڼو کښې پټوي او نۀ ئې پۀ ليدو چراغان خپلې رڼا ګانې تتوي. البته دومره قدرې وئيلے شو چې: “کھنڈر بتا رہا ہے عمارت نفیس تھی۔”

    دا د پښتون فطرت او د نړۍ د طبقاتي نظام راز دار د خپل خد و حال پۀ لحاظ څۀ داسې واقع شوے دے چې پۀ وړومبي نظر ليدو سره پوخ ضرور ښکاري ولې شوخ نۀ شي ليدے او پۀ دوېم نظر بيا شوخ زيات او پوخ کم ليدے شي. پنجابي کټ برېتونه حجامت هر سحر ځکه کوي چې هسې نه څوک را باندې د سپين ږېري ګمان وکړي ګنې هسې خو ئې پۀ غوږونو باندې هم لوې لوې وېښتۀ ولاړ دي ولې پۀ هغوي غم غرض ځکه نۀ کوي چې هغه لا تور دي. د سر پرده ئې ځانته پۀ يوه سپکه ارزان بيعه حاجي مارکه ټوپۍ باندې را وستې ده، پۀ اوږو ئې يو سپين استري کړے څپوټکے د څټ پۀ لار راتاو کړے وي. مېډ اين چارسده څپلۍ او پۀ لاس کښې يو تور بېګ چې چرته روان وي نو د سړي پرې د ټکه د يو ښۀ تجربه کار عطائي ګمان کېږي او داسې ښکاري چې لکه درنګ ساعت ته به يوه مجمعه جوړه کړي او پۀ خپل قلار انداز کښې به خلقو ته دا تقرير شروع کړي چې :

    زما درنو خوږو پښتنو وروڼو!

    السلام عليکم:

    زۀ د پېښور سره نزدې د هغه مشهورې تاريخي ضلعې سره تعلق لرم چې د هغې څپلۍ، څادر، خامتا، غزل او سياست نن پۀ ټول ملک کښې شهرت لري. زۀ ستاسو ډېر وخت نۀ اخلم چې ما ته نور هم بلا ځايونه پاتې دي بس دومره قدر له عرض به وکړم چې ما سره پۀ دې بېګ کښې ستاسو د ملي، فکري، کلتوري او لساني رنځونو د پاره څو مجربې نسخې پرتې دي. او زۀ پۀ دعويٰ سره دا خبره کوم چې د دې پۀ استعمال به ستاسو د پښتنو پۀ مخ چې نن کوم تېرڅري راغلي دي. د کلتور پۀ سترګو کښې مو چې کوم زېړوالے پېدا شوے دے. د ژبې او د فکر پۀ مرۍ چې مو کومې “خوراکي دانې” را ختلي دي. او خېټو ته چې مو د پرديو ناکاره خوراکونو د لاسه نن د نفرت، کرکې او د نفاق کوم اور راکوز شوے دے. انشاء الله هو العزيز چې د دې پوڼۍ نه صرف يو تلے تاسو د پښتو پۀ کنډول کښې د محبت د اوبو سره يوځاے کړئ او بيا ئې پۀ خپل وخت وخت صحيح استعمال کړئ نو بيا وګورئ چې کۀ چرې ستاسو د پښتو پۀ رنځور وجود کښې يوه نوې ساه او يو نوے ژوند را نغلو نو بيا راشئ او ما پۀ کاڼو وولئ هن!

    دا واخلئ هسې خو د دې نسخې قامت او قيمت ډېر زيات دے ولې ما سره اوس پۀ دې مېدان د پښتو د مشهورتيا د پاره د دې قيمت صرف او صرف ستاسو اخلاص او مرسته. کۀ چا ته هم پکار وي نو اواز را کولے شئ. پۀ دې نسخه باندې زما مکمل درک ليکلے شوے دے. تاسو ئې د ډاک او ټيلي فون پۀ ذريعه باندې هم را غوښتے شئ. پال پرهېز ئې دا دے چې هر څۀ خورئ ولې خپله پښتو ژبه او خپل کلتور مۀ خورئ هم د دې سرخوړلي رنځ د پاره ما يو ځل بيا د عالمي پښتو کانفرنس تابيا کړې ده او د دنيا د ګټ ګټ نه به ورته پۀ نوسي هغه مشهور پښتانۀ حکيمان را ټولوم چې تاسو به هم ووايئ چې شپاړس.

    ولې دا دروند پېټے زۀ يواځې پۀ خپل سر او پۀ دې نرو نروچکو کمزورو اوږو باندې نۀ شم اوړلے ځکه چې زما سر او وجود ستاسو د وړاندې دے. دا به ستاسو پۀ ډاډ، مرسته او ملګرتيا باندې کېږي. ډېره ډېره مننه.

    د دې بنيادم کړۀ وړۀ او حليې ته چې سړے ګوري نو د يو ښۀ پابند صوم وصلواة ګمان پرې کېږي ولې ګمان د ايمان زيان دے ځکه چې:

    عمر ساری تو کٹی عشق بتان میں مومن

    آخری وقت میں کیا خاک مسلمان ہونگے

    زۀ د هغۀ د ذاتي اخراجاتو او د نورو جغرافيائي او معاشي حالاتو ځان نۀ خبروم او نۀ ستاسو مازغۀ خورم بس خو نۀ ئې چرته پۀ ما څۀ خوړلي څښلي دي او نۀ پرې ما چرته دغه مينه کړې ده ځکه چې نۀ ئې ما کلے کور ليدلے دے او نۀ ئې زما.

    زمونږ د ليدو کتو او ناستې پاستې مرکز يا خو پېښور او يا چرته بل ځاے ادبي پروګرام.

    د دې ښاغلي پۀ ټس لکه د يو تږي پۀ سراب هم دهوکه شوے يم ځکه چې څو څو ځله مې لۀ ورايه پۀ عظيم (د عظيم پبلشنګ هاوس مالک) باندې د دې محترم ګمان راغلے دے او کۀ يقين پۀ ما ګناه ګار نۀ کوئ نو خېر دے خپله لږ تر دې خېبر بازار ورشئ او ننداره ئې وکړئ. څنګه چې ئې نومونه هم قافيه دي هم دغه رنګ ئې کړۀ وړۀ او شکلونه هم رديف دي.

    خبرې دومره پۀ لنډه ساه او پۀ قلاره کوي لکه چې پۀ زړو سيلونو باندې رېډيو چالو وي. پۀ سترګو کښې انتهائي معصوميت لرونکے دا ښاغلے چې چرته پۀ لار يا سړک روان وي نو داسې راښکلي او ټينګ ټينګ قدمونه اخلي لکه چې د دغه لارې کچ مېچ ورته حواله شوے وي. نازکو ګوتو او وړو وړو کمزورو لېچو ته چې ئې بنده ګوري نو بيا لاسونه کم او رګونه زيات ليدے شي. څنګه چې پۀ خپل چال کښې د ډېر احتياط او استقامت نه کاراخلي دغه رنګ پۀ خپل تحرير او تقرير کښې هم انتهائي محتاط اوسي. تحرير يا لنګ ئې ډېر تېز دے ولې د تقرير بټن کښې هر وخت بېسټ کېږي. د بحث مباحثې پۀ دوران کښې خپل مخاطب ته پۀ باز نما سترګو داسې پۀ غور غور ګوري لکه چې د يو ډونګي راز انکشاف کوونکے وي. قد ئې کم دے ولې د قامت قيامت ئې زيات دے. خبرې مزېدارې او شاعري جانداره کوي. پۀ سترګو د نظر د سپينو شيشو استعمال پۀ دې وجه کوي چې هر څېز پۀ خپل اصل شکل او رنګ کښې وويني او د رنګونو پۀ دې دنيا کښې چرته پۀ سراب دهوکه نۀ شي. زۀ چې د هغۀ ادبي زيار او نظرياتي کار ته وګورم او بيا د هغۀ نازک شيشه شيشه بدن اوچ کړس نري نروچکي هډ او پوست ته پۀ ځېر شم نو د مولانا رومي دا شعر پۀ ياد شي چې:

    خشک چوپ خشک تارد خشک پوست

    از کجامى آيد اين آواز دوست

    ما د خپلو يو څو زړو پخو “رندانو” نه پوښتنه وکړه چې کۀ چرې راز شاعر نۀ وے نو څۀ به ؤ؟

    هغوي جواب را کړو چې “بيا به يوه داسې شغله وه چې ټول عمر به بلېدله”

    “يوه نعره به وه چې انګازو به ئې د فيوډلزم او طبقه اشرافيه ماڼۍ لړزولې”..

    “يو سنګتراش به ؤ چې د مينې، امن او انسانيت مجسمې به ئې سازولې. “

    راز چې بې حده وضع دار خو د رايې پۀ اظهار کښې حق ګو او بې باک طبعيت کښې انکساري او خيالاتو کښې بغاوت او احتجاج، راز چې نن زمونږ د پښتو د ترقي پسندادب د کلهمو ګناهونو يوه عظيمه کفاره ده د خپل نظم او نثر پۀ ذريعه د خپل ملک او د ګرد انسانيت د پاره يو نوے سازګار کېفيت غوښتونکے دے او هم د دې خواهش او ارمان پۀ زړۀ د هغۀ پۀ شاعرۍ کښې د امر صيغه زياته تکرارېږي.

    وکړئ، شابئ، راوړئ، پاڅئ، ورشئ وغېر وغېره ولې دا صيغه هغه سړے خوښوي چې د حالاتو موجوده صورتحال د خپل کل او خپل ملت د پاره يو خطرناک مرض ګڼي او غواړي چې دا صورتحال يو خوشګوار شکل اختيار کړي. ښاغلے سليم راز چې تر اوسه ئې خپل ذات او خپل فکر و فن پۀ خپل سوچه رنګ کښې اولس ته وړاندې کړے دے او لکه د ځينو ښاغليو د چا د فرمائشي نظرونو او غوښتنو تماشه شوے نۀ دے او تر اوسه پۀ دې عقيده او مسلک باندې کلک ولاړ دے چې:

    معشوقې د عاشقانو دين ايمان دے

    زۀ به چا لره خپل دين ايمان و رنۀ کړم

  • شرعې ته سمه شاعري – پروفېسر ډاکټر محمد زبېر حسرت

    شرعې ته سمه شاعري – پروفېسر ډاکټر محمد زبېر حسرت

    سليمه سم دې کړه غزل شرعې ته

    لږ پۀ کښې ذکر د خپل قام کوه

    د ارواښاد سېف الرحمان سليم دغه شعر د اولسي ادبي جرګې د هاغه دور پېداوار دے چې کله هغه شاعرانو، اديبانو او د جرګې ناقدينو محض يو روماني شاعر بللو او دغه احساس ؤ چې ښاغلے سليم ئې پۀ دغه وېنا مجبور کړلو. پښتو ادب کښې د اولسي ادبي جرګې خپل يوفعال رول ؤ او دغه جرګه کښې چې به کومو شاعرانو د وخت د تقاضو سره سمه او پۀ شرعه درسته شاعري کوله او خپله شاعرۍ کښې به ئې د جانان غم د دوران غم کښې مدغم کولو لکه ښاغليو قلندر مومند، سېف الرحمان سليم ، لطيف وهمى او همېش خليل او له دوي پورته ښاغليو اميرحمزه خان شينواري، اجمل خټک او ولي محمد طوفان نو هغه د خپل عصر ترجمان بللي شو.

    د ښاغلي سليم د دغه پورتني شعر پۀ تناظرکښې کۀ مونږ د ښاغلي سليم راز شاعرۍ ته ګورو نو هغوي بيا د اولسي ادبي جرګې روايت د ښاغلي قلندر مومند د ساهو ليکونکيو مرکه کښې د خپل روښانه او سوشلسټي او ترقي پسندې نظريې پۀ صورت کښې مخ پۀ وړاندې بوتلے او دومره کوټلے سپېځلے او مستحکم کړے دے چې نننے ليکونکے او لوستونکے پۀ دې ليکلو او وئيلو مجبوره دے چې د راز صاحب شاعرۍ ته د خپل غني روايت پۀ تناظر کښې پۀ شرعه درسته شاعري ووائي.

    راز صاحب، لکه چې مونږ ټولو ته معلومه ده د هشنغر د دواوې سره تعلق لري (لرلو) او د پښتونخوا پۀ دغه ټوله علاقه د باچاخان د خدائي خدمتګار تحريک اثرات يوه فطري خبره ده. پښتونخوا کښې د دغه لوے او تل پاتې تحريک نه را پۀ دې خوا دوېم لوے تحريک د ترقي پسندۍ تحريک دے چې پۀ دې سيمه ئې له ټولو لوے داعي کاکاجي صنوبر حسېن مومند ؤ. او د خپل فکر او مزاج له رويه ښاغلے سليم راز د هر دواړو تحريکونو د سپين سپېځلو شخصيتونو باچاخان او کاکاجي صنوبر حسېن مومند د مشن، پېغام او مقصد يو ساهو ليکونکے او رسونکے غړے پاتې شوے دے. اګر چې د راز صاحب پۀ شخصيت کښې د شخصيت پرستۍ ماده بېخي نشته خو دغو شخصيتونو چې کوم افکار، خيالات او نظريات لرل.. د راز صاحب دغه افکارو، خيالاتو او نظرياتو سره يو کلک تړون ؤ او دے چې بېلتون ئې ترې پۀ هېڅ قيمت نۀ شي کېدے او هم پۀ دې اساس د راز صاحب پۀ شاعرۍ د دغه دواړو تحريکونو اثرات هم غالب ليدے شي.

    راز صاحب شاعر، اديب، صحافي او د سياست دلارو چارو نه باخبره سړے ؤ. د خپل ژوند د ځوانۍ خوږه برخه ئې پۀ سوشلسټو تصوراتو کښې تېره کړې ده. پۀ ترقي پسندۍ کښې ورته د خپلو خوبونو تعبير ښکارېدو.

    د هغۀ شاعري د ترقي پسند منشور پابنده او د اشتراکي مقاصدو د حصول وسيله ده. د ساهو ليکونکيو مرکې او د انجمن ترقي پسند مصنفين پښتونخوا سيکرټري جنرل پاتې شوے ؤ او د زمان د دوېم پښتو عالمي کانفرنس چېئرمين هم ؤ. د لرو برو خوارۀ وارۀ پښتانۀ د اتفاق او اتحاد د زنځير مضبوطې کرۍ ګڼلې او پۀ دې بنياد د ټولې دنيا خوارۀ وارۀ پښتانۀ د خپلو مسئلو او کشالو د هواري د پاره پۀ يو مرکز راغونډول غوښتل .

    راز صېب پۀ بنيادي طور يو روماني شاعر دے خو د دې رومانيت يوه زاويه د هغۀ انقلاب پسندي ده. منظرونو، مظهرونو، څيزونو او انساني مخونو ته پۀ روماني سترګو ئې کتلي او د تاثر جمالياتي زاويه پۀ تشبيهه، استعاره او علامت ښائسته کړې دي او دې عمل کښې الفاظ د هغۀ غلامان او تشبيهه استعارې د هغۀ وينزې وې. هغه پۀ لفظونو لوبې کوي. د لفظونو جادو ګر دے او د لفظونو دغه جادو ګري مونږ د هغۀ د نظم او نثر هر دواړو مجموعو کښې او د هغۀ جديدې شاعرۍ کښې پرېوانه موندے شو.

    راز صېب د خپل منزل پۀ تلاش د هغه لاروي پۀ څېر سرګردانه دے چې د خواهشونو او اميدونو کشتۍ ئې پۀ ګردابونو کښې راګېره وي. هر طرفته د مايوسۍ، بې يقينۍ او بدامنۍ لړې خورې دي. قدم پۀ قدم د حالاتو چپې د هغۀ پۀ لاره کښې دېوالونه ودروي. او د ماڼګيانو غلطې اندېښنې د هغۀ د لارې خنډونه دي. داسې وخت کښې يو قدم مخکښې تګ هم يو دندانه جرات دے. يقيناً هغه پۀ خپل ايکي يو سر د دې ټولو ناسازګارو حالاتو مقابلې ته سينه ډال ولاړ دے. خو پۀ ذهن کښې ئې د منزل تصور واضح او پۀ زړۀ کښې د خلوص نه ډکه مينه او پۀ روح کښې هر خنډ او خنډ سره د تصادم جذبه هغه وسله ده چې منزل پله د تګ و دو او د ژوند د مقصد پۀ لاره کښې ئې د ټولو مشکلاتو اسانولو د پاره د ژوند سرمايه ده. د يو شاعر او اديب پۀ حېث هغه د خپلې لارې د مشکلاتو، د خپلو د ناکړدو، د پردو د خنداګانو، د ناصحانو د نصحيتونو او د ناقدينو داستهزائيه کلماتو او زړۀ سوزونکو جملو د حملو عادي شوے او پۀ دې حقيقت رسېدلے دے چې د سباوون د وړومبۍ څېرې د پاره د څومره ستورو وينې توئېږي او د سپرلي د راتګ نه وړاندې څومره ګلونه د خزان سپېرۀ باد ته ترغاړه وځي. هغه يو تخليقي فنکار دے چې د يو ښائسته لفظ پۀ غلط استعمال ئې هم پۀ تندي کښې چوڼ او زړګي کښې ګوڼ راځي. هغه دا څنګه زغملے شي چې پۀ کوم ماحول کښې هغه ساه اخلي. هلته دې د هرقسمه ظلم او ستم لاس ازاد وي او چرته چې د حق ابراهيمي نعره پورته کول، د نمرود اور ته دعوت ورکول وي نو هلته دې له هرڅۀ اول هغه پۀ خپله ولې د لات او منات د ړنګولو د پاره وړاندې نۀ شي؟

    ځکه چې هغۀ ته پته ده چې د يو نېک مقصد د پاره د خپل سر قرباني مرګ نه بلکې ابدي ژوند دے. د هغۀ د خپل مقصد پۀ صداقت او خپل عزم پوره باور ؤ چې علم او قلم ئې د دنيا يو طاقت هم نۀ شي اخستے ځکه چې د هغۀ ضمير بېدار او احساس ژوندے دے.

    راز صېب نۀ خو پۀ هغو انتهاپسندوکښې ؤ چې د ژوندانۀ د رنګينو او ښيرازونه يوې خوا ته پۀ يو وران ويجاړ غار کښې د خپلو ګناهونو نه مخ پناه کوي او نۀ د دنګو ماڼو پۀ هغو انتها پسندو کښې چې د ژوندانۀ پۀ دلفرېبو کښې داسې غرق شوے وي. بلکې هغه يو داسې فنکار دے چې محض خپل فن سره کار لري. هغه د فن د نزاکتونو نه خبر ؤ. هغۀ ته د خپل مقام او فرض احساس دے. د هغۀ پۀ غزل او نظم کښې د خپل ماحول نه اګاهي ده. هغه د تخليق د مرحلو، د دردونو، پيچيدګيو، نزاکتونو او لطافتونو نه بې برخې او بې خبره نۀ دے. هغه د حقيقت پۀ لټون او د ژوند د ناوې پۀ لاسونو د نکريزو پورې کولو ارزومند، خو د ژوند د سربسته رازونو د معرفت نه پس د يو صوفي غوندې خپل ځان پۀ خپل زړۀ، ذهن او ضميرکښې د يرغمال کولو قائل نۀ ؤ چې پۀ ګوشه نشينۍ کښې عاقبت لټوي. ځکه چې هغه ژوند يو جدلياتي عمل ګڼي، يو عملي انسان او د انسانيت دعالمګيرې نظريې قائل ؤ. د هغۀ پۀ نظر کښې نۀ څوک لوے دے نۀ وړوکے، نۀ څوک پښتون دے او نۀ کسب ګر. هغه چې کله د خپل زړۀ او ذهن پۀ تل کښې ورک شي او د روح د دريچونه د خپل ذات پۀ سراغ ووځي نو بيا د کائنات دپټو رازونو او حقيقتونو له مخه د پردو لرې کولو د پاره هڅې کوي. د هغۀ شعور دومره بېدار ؤ چې پۀ صحيح معنو کښې د شرعې ته درست شاعر د خوږ عنوان حقدار او سزاوار دے او هم دا هغه مقام دے چرته چې هغه د خپل ذات پۀ معرفت کښې سرفراز شوے او پۀ دې نقطه رسېدلے دے چې زما رهبران چې پۀ حقيقت کښې رهزنان دي، ما پۀ هغو لارو شوکي پۀ کومو تګ چې زۀ خپل هدف ګڼم او ځکه هغه د حقيقت پۀ لار مقصد او منزل پله پۀ يون دے او دې يون کښې پۀ هر قدم مينه، خلوص، امن او خوشحالي د هغۀ د نظر لاره کښې ګلونه غوړوي او خپل شعور، ادراک ضمير او احساس ئې رهبري او رهنمائي کوي. هغه د خپلو فرائضو پۀ اوچته غونډۍ ولاړ دے او ويني چې هغه ورځ لرې نۀ ده چې د لارې خپل منزل ته ورسي او هاغه سباوون څيره ووهي چې انسان ته د هغۀ رڼا څهره وښائي.

    د راز صېب شاعري چې مونږ ګورو نو هر غزل او نظم کښې مو فني تجربې تر نظره کېږي. د هغۀ د ذهن او مزاج له رويه لوستونکي دا توقع لري چې هغوي به پۀ نظم کښې د خپلو کوټلو افکارو، خيالاتو او نظرياتو پرچار کړے وي نو د لوستونکيو دا توقع بېخي د هغوي د وهم او ګمان نه هم برخلاف وخېژي چې هغه د فن او فکر کوم حسين امتزاج پۀ خپل غزل کښې قائم ساتلے دے. نظم ئې هاغه هومره اراسته او پېراسته نۀ دے. د خپل غزل لے وزن او بحر ئې داسې برقرار ساتلي دي چې خپل منتشر خيالات ئې ډېر تسلسل سره خپل غزل کښې د عصري تقاضو مطابق ځاے کړي دي او فني جمال ئې فکري جلال ته ترغاړه ايستے دے. د هغۀ غزل د وخت د زړۀ خبره کوي. د جانان او د دوران غمونه، د اولس او وطن ارمانونه، د خاورې وږمې او د پښتو ګلونه، د رهبرانو پۀ جامه کښې درهزنانو تصويرونه، د استحصالي قوتونو بدرنګ مخونه، د روانې زمانې انقلابونه، د واعظانو سپور وعظونه، د مينې حسن او وفا دائمي قدرونه، د صلحې، امن او خوشحالۍ رنګونه، د جام او ساقي مخلصونه، د زړۀ، ذهن او ضمير سپرلي سپرلي زخمونه. دا هرڅۀ او د دې هر څۀ نه علاوه نور هم ډېر څۀ د هغۀ د غزل زړۀ، روح او تن دي.

    ما چې د هغۀ د غزل د دومره ښې پېرايې خبره وکړه نو پۀ دې نه چې ګنې هغه نظمونه بس روايتاً او عادتاً يا له مجبورۍ ليکلي دي. بلکې هغې کښې ئې هم د خپلې مطالعې لۀ رويه يوه نوې تجربه کړې ده. سانېټ د مغربي او انګريزي شاعرۍ يو دلچسپ او خوندور صنف دے چې پۀ کښې د خپل ماحول، فطرت او مينې محبت خبرې کېږي او د کومو داخلي جذباتو د اظهار د پاره چې مونږ سره پښتو کښې غزل دے بېخي هم دغه کردار انګرېزۍ کښې سانېټ ادا کوي. راز صاحب چې پښتو کښې کوم سانېټ د سحر نزدې دے. لوګي، خپلواکي، ګلاب ته، ګل څانګې، مينه، اظهار، ژوند، انتظار، زلفې سپرلي او شاعر تر عنوانه ليکلي دي. د هغې اهميت او افاديت د نومونو نه هم برېښي. چې پۀ شرعه درست دي او د يوې روماني فضا سازولو نه پس د قام، وطن د خوشحالۍ او ابادۍ د ارمان پۀ خبره تمامېږي.

    ما چې د راز صېب د فن او فکر يو بل سره د ترغاړه وتو خبره وکړه نو پۀ دې اساس چې د هغۀ پۀ ټوله شاعرۍ کښې د يو نيم ځاے نه علاوه ټول قافيائي نظام درست دے. پۀ وزن او بحر پوره ده او هر کله چې پۀ يو موزون کلام کښې چې هغه پۀ اراده ليکلے شوي وي او پۀ دغه اراده کښې شاعر، فنکار او تخليق کار خپلو ټولو فني محاسنو سره فکر، ذهن او نظرشامل کړے وي نو مثال ئې د هغه ګلونو وي چې د حسن د جلوو عام کولو سره سره خپل چاپېرچل کښې خوږې وږمې هم خوروي .

    د پورتنو ټولو خبرو پۀ تناظر کښې زۀ د ارواښاد سليم راز شاعرۍ ته پۀ شرعه درسته شاعري وايم.

    پۀ اخر کښې د هغۀ يو پۀ زړۀ پورې نمائنده غزل پېش کوم چې زما د دې ټولو خبرو تصديق کوي.

  • جانبدار ليکوال – ډاکټر سيد ظفرالله بخشالے

    جانبدار ليکوال – ډاکټر سيد ظفرالله بخشالے

    ارواښاد سليم راز صېب پۀ کال ۱۹ مارچ ۱۹۳۹ کښې چارسده، دوابه سوکړ کښې د ملک امان الله خان پۀ کور کښې پېدا شوے ؤ. د دوي پلارنۍ ټاټوبے بټګرام علاقه ټيکري ؤ. دوي پۀ قبيله يوسفزو ملکال شاخ سره تعلق لرلو . لومړۍ زده کړې ئې مشن پرائمري سکول بنو نه ترلاسه کړې . لومړے د پښتو ژبې نړیوال کنفرانس بنسټ ایښودونکے او ټول عمري چئيرمېن ؤ او د حکومت لۀ خوا پۀ ۲۰۱۰ کښې ورته صدارتي جایزه هم ورکړل شوه.

    ښاغلے سليم راز يو مترقي ليکوال ، شاعر، اديب او کالم نګار ؤ. هغه پۀ خپله نظريه د ژوند تر وروستۍ سلګۍ ولاړ ؤ. د دوي يو مشهوره خبره چې * غېر جانبرداري * منافقت دے چې زۀ غېر جانبدار يم پکار خو دا ده چې يو شاعر ليکوال ، اديب او دغه رنګ هر يو کس د حق مرسته وکړي . يوه بله خاطره چې ما ئې هم هر ځاے حواله ورکړې ده، پۀ مردان کښې ئې د مزدور کسان يو ادبي غونډې صدارت کولو، بلها شاعرانو او ليکوالانو پکښې ګډون کړے ؤ، هر يو شاعر به پۀ دې طرحه شعر وئيلو چې* راپاڅه صنوبره * کله چې دوي راپاڅېدل نو خپله صدراتي وېنا کښې ناستو خلکو ته ئې ووئيل چې نن به هم صنوبر حسېن کاکا جي ، رحمان بابا، خوشحال بابا راپاڅي او ستاسو مشکلات به حل کوي، تاسو لا نن هم مرده پرست يئ او مړو ته ناست يئ. د مۍ پۀ ۱۳، ۱۴، ۲۰۱۷ ،کښې د پښتو ادبي غورځنګ لۀ خوا “درې نومونه درې وياړونه” پۀ نوم ډاکټر صادق ژړک يو دوه ورځنۍ سيمينار راجوړ کړو. د دې سيمينار مشري سليم راز کوله، د پېښور نه زۀ ، ډاکټر نورالبصرا من ، عطامحمد هيله من ، اصف صميم ، نجيب الله پاڅون ، لمر نيازي ، ميا وکيل شاه فقير خېل او ځني نور ملګري وو چې پۀ ټوله لاره مو د راز صېب د ژوند خوږې ترښې قيصې اوريدلې .

    ارواښاد سليم راز د انجمن ترقي پسند مصنفين خېبرپښتونخوا صوبې 22 کاله مسلسل عمومي سېکتر او د اکادمي ادبيات پاکستان د بورډ اف ګورنرز غړے هم پاتې شوے. د پاکستان پۀ هره صوبه او علاقه کښې پۀ زرګونو ادبي او علمي مباحثو او دستورو کښې د برخې اخستو او وېنا کولو نه علاوه پۀ افغانستان کښې ئې هم پۀ اهمو کانفرنسونو او سيمينارونو کښې مقالې اورولې دي. د ارواښاد پۀ درجنونو اثار چاپ شوي، چې مشهور پکښې دا دي:

    چاپ کتابونه :

    1 د زخمونو پسرلے (شاعري) کال 1989

    2 تنقيدي کرښې (نثر. تنقيدي مقالې) وړومبے چاپ کال 1999، دوېم چاپ 2000

    3 له باړې تر باړه ګلۍ (نثر. رپورتاژ) چاپ کال جنوري 2004

    4 زۀ لمحه لمحه قتلېږم (شاعري) چاپ کال 2007، درېم چاپ دسمبر کال 2011

    5 پاکستاني ادب 1947 تا 2008 انتخاب شاعري پشتو

    6 يقين (نثر_اردو) چاپ کال جنوري 2016

    7 پښتو ادب کښې سفرنامه (تحقيق 96-1947) چاپ کال 2015

    8 ادب او تنقيدي مسائل (نثر) چاپ کال 2016

    9 رحمان بابا ( نثر- يوه فکري مطالعه) چاپ کال 2015

    هم دا راز د سليم راز پۀ ژوند او ادبي خدماتو پۀ مختلفو موضوعاتو کتابونه ، مقالې او کالمونه ليکل شوي . د يادولو وړ پۀ کښې د سليم راز ژوند او ادبي خدمات روښان يوسفزے ( اردو) ، راز کي باتين صفدر علی صائم ،د سلیم راز سریزې عبدالحمید زاهد او داسي نور کتابونه شامل دي

    اېوارډونه :

    1. 2010 کښې صدارتي اېوارډ ورکړے شو.

    2. پۀ تنقيدي کرښې کتاب ورته د اکادمي ادبيات پاکستان اسلام اباد لۀ خوا د بهترين کتاب اېوارډ ورکړے شو او داسي نور بلها ادبي اېوارډونه او توصيفي اسناد ورکړي شوي .

    سلیم راز لۀ اوږدې ناروغۍ وروسته د مۍ پۀ ۱۷کال ۲۰۲۱ پۀ ۸۲ کلنۍ وفات شو او پۀ چارسده کښې پۀ پلرنۍ هدیره کښې ماسخوتن اتۀ بجې خاورو ته وسپارل شو . د دوي پۀ جنازه کښې د شاعرانو ليکوالانو ، سياسي مشرانو، ژونالستانو ، مخور شخصياتو او هم دا راز د د دوي کورنۍ ګډون وکړو . مونږ هم د فاتحي په مراسمو کښې د ډاکټر سهيل خان پۀ مشرۍ کښې ګډون وکړو. پۀ ياد وفد کښې ډاکټر اسرار، کرم ستار يعقوبي ، عوامي نشنل ګوند مشران سردار حسين بابک، شعېب خان ، روښان يوسفزے، ساجد ټکر (پښتون مجله) ، بلال خان ، حضرت زبېر زبېر او د نورو فرهنګي ، ادبي او سياسي شخصيتونو ګډون وکړو . پۀ دې موقع مو د پښتو څانګې عبدالولي خان پوهنتون مردان د استاذانو شاګردانو، پاڅون مجله ، باچا امام عمومي کتابتون، ديار خان فاونډېشن يعقوبي صوابۍ، پښتو نړیواله مرکې لۀ خوا د ارواښاد سليم راز پۀ قبر د ګلونو څادر خور کړو . د کورنۍ سره مو غم رازي ښکاره کړه او د مغفرت لپاره مو لاس وچت کړو . (ديادو کتابونو حواله د امجد علي خان خادم نه اخستې شوې ده)

    الله تعالی دې جنتونه نصیب کړي . امین