Tag: نصاب

  • سرقه دوزي – ډاکټر سجاد ژوندون

    سرقه دوزي – ډاکټر سجاد ژوندون

    مونږه چې کله پۀ څلورم جماعت کښې سبق وئيلو نو زمونږه پۀ نصاب کښې مونږ ته مضمون کښې دا خبره ښودلې شوې وه چې زمونږه اکثر زمينداران خلق ځکه خوار وي چې دوي د کر سره خواري ښۀ ډېره وکړي خو بيا چې کله فصل راورسي نو پۀ منډاهۍ کښې پېسې نۀ کوي. د هغې وجه دا وي چې پۀ کوم کال الوګان نرخ وکړي نو پۀ بل کال ټول زميندار پۀ الوګانو کرلو ايمان راوړي او کله چې دغه الوګان ډېر شي د مقدار نه زيات پېدا شي نو قيمت ئې راپرېوځي او زميندار خپل ځان پۀ خپله پۀ چاړۀ ووهي. خبره مې هم دې پسې کوله چې نن سبا زمونږه پۀ ادب کښې هم څۀ دغه چل روان دے چې د يو چا څۀ ته مخه شي او هغه لږ نرخ وکړي نو بس ټول شاعران هم پۀ هغې ټرېنډ روان شي . لکه رحمت شاه سايل صېب او صاحب شاه صابر چرته پۀ شعر کښې ځاے پۀ ځاے پېښور ياد کړے ؤ، څۀ موده پس ټولو شاعرانو پېښور ته ملا وتړله. پۀ پېښور ئې دومره شاعري وکړه چې چا پۀ کښې زيړ مازيګري رامېدان ته کړل چا پۀ کښې لکه زما هسې ورته د پېښو ښار ووې. حالانکې ما چې کله پېښه نظم ليکو هاغه وخت ما لا مردان هم نۀ وۀ ليدلے. دا خو دې خداے د اسرار اتل او فطرت بونيري “ټائف” خلقو سره ښۀ وکړي چې پۀ رېډيو به مې د هغوي د پېښور شعرونه اورېدل نو ما هم لکه د الوګانو پېښور د خپلې شاعرۍ پۀ پټې کښې وکرو. او چې دا دې شاعري مې منډاهۍ ته راغله نو خپله شاعري مې هم لکه د الوګانو بېخي له نرخه ووتله بلکې کومو غريبانو شاعرانو چې به “پېښور” لکه د الوګانو کرو او ځان له ئې پرې دوه روپۍ کولې هغوي مو هم د نرخه راپرېباسل او پۀ پېښور مو خلقو له زړۀ راډک کړو. اوس کۀ څوک پېښور باندې هر څۀ ليکي هغه به ټيک ټاک سرقه دوزي وي. زۀ نۀ پوهېږم چې دا سرقه دوزي څۀ وي. خو هاغه ورځ مې پۀ پښتو څانګه کښې خپل يو استاذ ته وې ډاکټر صاحب دا سرقه څۀ ته وائي نو هغۀ راته وئيل چې مړه مونږ خو ورته پۀ تهکال کښې ذائقه وايو چې وريژو ته ئې اچوو خو تاسو ورته سرقه وايئ. ما وې ښۀ جي پوهه شوم خو هغۀ سره مخکښې لا نۀ ړمه. د سرقې دا قيصه ګوهر نويد صاحب مېدان ته راوړه. زما د څو ورځو نه خيال دے چې پۀ سرقه دوزۍ لکه د يو صنف هر سړے لګيا دے طبع ازمائي پرې کوي. لا د نويد صېب کتاب (پښتو شاعرۍ کښې سرقه دوزي او ترجمې) چاپ نۀ ؤ چې ابشار يو پوسټ کړے ؤ او ليکلي ئې وو چې دغه سرقه دوزي پۀ خپله د يو کتاب سرقه دوزي ده. وروستو خبر شومه چې د ګوهر نويد صېب کتاب چاپ شوے دے. او چې څو ورځې کېدې يوه غوغا جوړه وه . ما دا کتاب پۀ خپله خو لا بېخي لوستے نۀ دے خو چې د خلقو دې بحثونو ته ګورمه نو هغه د يو چا خبره ” زۀ ځکه اخبار نۀ ګورمه چې هر سحر نائي خانې ته ورشمه نو هلته د هر خبر نه خبر شمه”. هم دغسې زۀ هم سم پۀ نائي خانه کښې نن سبا دېره شوے يمه خلق خو ورته د کلچر ډيپارټمنټ وائي خو شاعران صاحبان ورته د اما کما راځي او خبرونه راوړي. پۀ دې وجه مې د ګوهر نويد صېب د کتاب لوستو ته ضرورت رانغے خو د يو د بل د خلې نه پوره پوره د کتاب د ټکي تکي خبر شومه. دا هم راته چا ووې چې دا دوه کتابه دي، يو د فېصل فاران دے او بل د ګوهر نويد. يو چا پکښې دا ووې چې ګوهر نويد صېب قلندر مومند خراب کړے دے. زۀ پوهه شومه چې فاران ډېر ځيرک انسان دے ځيرک هم پۀ هغه معنو کښې لکه اخون دروېزه چې وئيلي وو چې “بايزيد ډېر زيرک او چالاک سړے دے ځکه چې د دنيا علم ئې ډېر دے” فاران د ځان کول او د ځان نه د شوکولو د فن استاد دے. ځکه چې فاران خو پۀ خپله هم وائي چې ګوهر نويد مې تيار کړے دے څو ورځو کښې پۀ عوامي نېشنل پارټۍ کښې شموليت کوي اګر چې د ګوهر نويد صېب او د ښکلي افتاب ګلبڼ صېب مثال د ناشپاتۍ دے چې د ملتان پۀ ګرمه خاوره هم خپل خواږۀ لري او د سوات پۀ يخه خاوره هم دوي يوې سيمې ته وقف کؤل ښۀ خبره نۀ ده. خو خبره د قلندر مومند وه چې قلندر مومند ډېر راښکلے شوے دے نو پۀ دې خبره خو خوشحاله ځکه يمه چې دې خلقو ته پۀ خپل وخت اديبان ټول لکه د “عاجز” دي ښکارېدل خو دا سوچ ئې بېخي نۀ کوۀ چې زمونږ نه پس به زمونږه نيکيان پېدا کېږي او خېر مو نشته. نو سوچ مې وکړو چې د فاران سره دې خداے د چا دشمني نۀ راولي ګنې پۀ مرګ هم ترې خلاصېدل نشته . ځکه چې قلندر مومند کۀ سرقه دوزي کړې هم ده خو دا پۀ کوم انداز کښې چې ګوهر نويد صېب وړاندې کړې ده دغه اسلوب هم د فاران نه سرقه شوے دے . او دې ته وائي د بل پۀ اوږه ټوپک کېښودل او ډز کول. خو فاران پښتنو عاجزانو ته دا چل وښودو چې کۀ چرته د کتاب د چاپ وس مو نۀ وي نو هم دغسې د بل پۀ وادۀ کښې خپل زوے سنتوئ او پردے سنډه پير بابا ته وربخښئ . خو بله وجه دا هم ده چې فاران دومره دا خلق يرولي دي چې کله هم چاته خپله چاړۀ پۀ اوبو کښې ښکاره شي نو زر فاران ته وائي تۀ راته ليکل وکړه . زما پوخ يقين دے کۀ د فاران زور لږ لکه پروېز مشرف پرېوتو بيا هېڅ هم نشته خلق به د خپل ټوخي سره هم وائي چې ”شکريه“ راحيل شريف . خو دا وخت فاران ښۀ سم د زميندارو پۀ کر کروندو قابض دے . مثال ئې د کلي د هغه ملک دے چې ډېر خلق دا ګڼي چي اول لار مې د فاران پۀ پټي ده نو راشه هم د دۀ پۀ ټرېکټر زمکه واړوه او د دۀ پۀ بختور لاس پکښې دانې ونوله چې سبا فصل منډاهۍ ته وړم چې ملک صېب لار راکوي.

    کۀ داسې نۀ وي نو دا خبره هم ده چې د ګوهر نويد صېب حافظه ډېره تېزه ده شائد فاران ورته خپل ليک چرته ښودلے يا بيان کړے وي او دۀ راخستے وي . ځکه چې د ګوهر نويد صېب حافظه مې هاغه وخت ومنله چې د پۍ مخي حسان خلجي د کتاب ( د لاس نخښه) پۀ مخکتنه کښې اياز حسرت پۀ حسان خلجي خاکه ليکلې وه چې د هغۀ د اننګو وغېره پکښې خبرې شوې وې خو چې کله به پۀ سټېج اياز حسرت پۀ وېنا کښې تيندک خوړو نو لاندې نا به ورته ګوهر نويد صېب فتحه ورکوله . زۀ حېران شومه چې خاکه د اياز حسرت ده د کاغذ نه ئې هغه وائي او فتحه ګوهر نويد صېب ورکوي . ما وې دا ټيک پۀ دالو کښې څۀ تور تور دي . خو زۀ د سرقه دوزۍ پۀ حق کښې نۀ يمه. او بيا د ګوهر نويد صېب کتاب نو. . . هم هغه د منډاهۍ خبره ده چې سميع الدين ارمان عاجز چرته پۀ پښتو ادب کښې نوے نوے سبزيانې کرل شروع کړي وو لکه د هائيبرډ ئې بلها پېداوار کوۀ او لکه د ابشار ، فطرت ، وصال بغداد وال وړو زميندارو هم دغه هائيبرډ شروع کړي وو . خو يو خوا دې سرقې د سميع ارمان روزګار هم خراب کړو بلخوا خلق بس دې ته کښېناستل چې اوس سرقې لټوي . لکه هاغه ورځ مې يو سنګر اشنا چې د کرن خان نه جېلس وۀ وائي چې کرن ټول طرزونه د انډيا نه سرقې راخلي .

    اقبال کۀ خوشحال نه سرقه راوړې ده نو لکه د ګوهر نويد صېب ډېرو اقبال شناسو پرې پرده اچولې ده . خو زمونږه خوشحال شناسو د اقبال بدل خلاص کړے دے. لکه اقبال پاکستان کا شاعر نو زمونږه والو دغه سرقه راوړې ده چې خوشحال پاکستان کا شاعر. کۀ چرې خوشحال او اقبال سره چرته پۀ دوزخ يا جنت کښې ملاو شول نو خوشحال به ورته وائي چې تا زما نه دا دا اخستي دي او ګوره ستا بالکو پرې سترګې پټې کړي دي نو اقبال به ورته وائي چې ستا بالکو چې ستا پۀ کاتو کښې زما خوبونه ليکلي دي او دې سره حساب برابر دے . خبره د سرقې وه که پۀ حقيقت کښې دا ټوله دنيا وکتے شوه نو دا هر څۀ پۀ يو نه يو شکل کښې سرقه دي . لکه ”مامون رشيد صېب“ راسره هاغه ورځ پۀ ګاډي کښې پېښور ته روان ؤ بقول هغۀ چې ګوهر نويد پۀ هېڅ هم نۀ پوهېږي دا سرقه به ورته زۀ ښايمه چې زما نه ئې اخستې ده . دې پۀ سرقه څۀ پوهېږي . د ” مامون رشيد“ مطابق د مردان هر شاعر د هغۀ نه سرقې وچتې کړي دي هر شاعر ئې دومره سپک کړو چې ما وې ګنې دا ټول مردان سرقه دوز دے خو د “مامون رشيد” صېب نه پۀ ټوله لاره د خان لالا صفت کېدو (خان لالا ته مې دا چل وښودو چې دا وکه ) خان لالا ډېر پښتون سړے دے، خان لالا مېلمه دوست سړے دے، خان لالا نر سړے دے). زۀ پۀ دې پوهه شومه چې دا هم سرقه ده ولې چې “مامون رشيد” هم دا ګڼي چې زمکه زما زرخېزه ده کر رېبل زۀ کولے شم خو منډاهۍ ته چې کوم ګاډي کښې خپل الوګان اوړم هغه د خان لالا دے هم پۀ دې سوچ سوچ کښې ګاډے نشتر هال ته رادننه شو او مامون رشيد صېب د سبحان لالا له خوا د مردان د غريبو او ناچارو رالېږلي شوي فارمونه اکبر هوتي ته حواله کړل چې دا اجمل خان (کلچر ډائرېکټر) ته بيا ورکړه چې پېسې ئې منظوري شي.

  • اداريه – جنوري 2021ز

    اداريه – جنوري 2021ز

    د مسلسل مبارزې سل کاله

    پۀ دې کښې هېڅ شک نشته چې د نړۍ هر قام لۀ قدرت څۀ نا څۀ داسې خوبۍ ورکړې وي چې هغوي پرې نۀ صرف ناز کولے شي بلکې دغه خوبۍ هغوي لۀ نورو بېلوي هم، يعنې د امتياز سوب هم ګرځي . پۀ دې تله کۀ پښتانۀ تلو نو داسې ښکاري چې قدرت پرې لۀ نورو قامونو نه لږ زيات مهربانه دے ځکه چې کۀ رنګ او جوثې ئې ښائسته ورکړې دي نو د مټو پۀ زرو هم لۀ چا هم کم نۀ دي، کۀ وګړي ئې زيات دي نو ولولې هم لري، کۀ باتوري پکښې شته نو روايات هم لري، کۀ تاريخ ئې د لويو لويو کارنامو نه ډک دے نو پۀ جغرافيائي توګه هم د ځمکې پۀ يوه داسې ټوټه پراتۀ دي چې د اوس نه نا بلکې د زمانو زمانو راهسې د نړۍ پۀ مخ يوه بېله ځانګړتيا لري . خو دا د تصوير يو اړخ دے او کۀ دا اړخ او تصوير څومره هم ښائسته دے خو لۀ بده مرغه بل اړخ هم دومره تريښ او نوکارې نوکارې دے ځکه چې کۀ مونږ د تاريخ پاڼو ته ځېر شو نو معلومېږي چې پښتانۀ پۀ مجموعي توګه کله هم د يوې اوږدې مودې لپاره پۀ امن کښې پاتې شوي نۀ دي يا پرېښودے شوي نۀ دي، بلکې پۀ هر دور کښې د جنګونو سره مخ پاتې دي . کۀ پۀ دې لارو د سکندر اعظم پوځونه زغلېدلي دي نو د غزنوي لښکرې پرې هم تېرې شوي دي، کۀ مغل راغلے دے نو سکهانو هم خپل وس کړے دے، کۀ انګرېز چپاؤنه کړي دي نو د اسلام پۀ نامه خو هر دور کښې پښتون وجود غوڅ کړے شوے . کۀ د اسلام پۀ نامه پښتون تقسيم او وهلے شوے دے نو پۀ تربګنيو هم لۀ برمه پرېوتے دے، کۀ خپل منځي بې اتفاقيو ځپلے دے نو د اغيارو پۀ لمسون ځينو خلکو خپل قام ته زيان رسولے دے. اوس سوال دا راپېدا کېږي چې اخر ولې يو داسې قوم د تاريخ پۀ اوږدو کښې د نورو قامونو نه وروستو پاتې کېږي کوم چې د همعصر يا ګاونډي قامونو نه کۀ زيات نۀ دے نو پۀ څۀ هم کم نۀ دے. بيا د پښتنو د بېدارۍ لپاره د پير روښان پۀ شان چلېدلي تحريکونه مونږ ته دا هم ښائي چې نۀ صرف دوي پۀ حالاتو پوهه وو بلکې د خلکو پۀ چالونو هم پوهېدل . نو بيا ولې ئې د تاريخ پۀ اوږدو کښې ورځ زبونه او ګرېوان څيرے دے؟ کۀ تاريخ مونږ ته د حادثو، پېښو، مړانو، شکستونو قيصې کوي نو هم دغه تاريخ مونږ ته د حالاتو د جاج اخستو موقع هم راکوي، هم دغه تاريخ مونږ ته د يو قام د پرمختګ يا زوال داستان هم بيانوي، او هم دغه تاريخ مونږ ته زمونږ کړمې هم پۀ ګوته کوي . خو د دې لپاره د سترګور ضرورت وي، د پوهه او دانا ضرورت وي، د يو داسې تن ضرورت وي چې هغه نۀ صرف د تېر وخت نه خبر وي بلکې د موجوده سره سره ئې پۀ راتلونکي وخت هم نظر وي . هم داسې يو لوے سړے قدرت پښتنو لۀ پۀ يو داسې وخت کښې ورکړو کله چې هر خوا د غفلت، ناپوهۍ، زبون حالۍ، بدحالۍ، ځان ځانۍ او غلامۍ تيارې خورې وې . وطن د پښتنو ؤ خو واک د شين سترګي پېرنګي ؤ، محنت مشقت د پښتنو ؤ خو خواږۀ ئې د ملکې وو، سختې د دوي وې او مزې د پېرنګي سرکار وې . دا هر څۀ بلکې د پښتنو پۀ حقونو دا ډاکه پۀ رڼا ورځ روانه وه، د زمانو زمانو نه ازاد پښتون د غلامۍ پۀ زنځيرونو کښې ښکېل ؤ، نۀ چا ته پير روښان ياد ؤ او نۀ چا سره د خوشحال بابا د تورې غم ؤ، بس پېرنګے ؤ، د هغۀ لاسپوڅي وو، حکم ؤ او د حکم تعميل ؤ. د پېرنګي فرمان به حرف اخر ؤ او خلکو هم دغه خپله برخه نصېب منلے ؤ. خو هغه د چا خبره چې کۀ د ظلم شپه څومره هم اوږده ولې نۀ وي خو د نمر څيره ضرور راخېژي. هم دغه د وېرې، غلامۍ، ناامېدۍ او بې وسۍ پۀ چاپېر چل کښې فخر افغان باچاخان سترګې وغړولې . دغه هاغه روح ؤ چې ناقلاري وه پکښې، دغه هاغه سترګې وې چې د پښتنو سره ئې د پېرنګي ظلم او زياتے نۀ شو ليدے، دغه هاغه سړے ؤ چې پۀ ناروا غلے نۀ شو پاتې کېدے، دغه هاغه زړۀ ؤ چې د ازادۍ خوب ئې ليدو، دغه هاغه وجود ؤ چې پۀ غلامۍ کښې ئې ساه تنګېده او دغه د وخت هاغه مبارز ؤ چې کۀ خبره ئې کوله نو پۀ دليل ئې کوله . باچاخان پۀ ځوانۍ کښې نۀ صرف د پېرنګي پۀ چالونو پوهه شوے ؤ بلکې پۀ دې هم رسېدلے ؤ چې څۀ کول دي او څنګه کول دي . کۀ څۀ هم پۀ دغه وخت کښې پۀ مختلفو سيمو کښې د پېرنګي پر ضد مختلف کوششونه روان وو او خلکو د وسلې پۀ زور خپل مقصد ترلاسه کول غوښتل خو باچا خان چې د هر څۀ جاج ئې اخستے ؤ، پۀ دې نتيجه رسېدلے ؤ چې د پېرنګي مقابله صرف پۀ يو هنر کېږي او هغه هنر “عدم تشدد” ؤ . ځکه نو باچاخان د عدم تشدد چغه پورته کړه؛ دا چغه باچاخان ځکه پورته کړې وه چې د وسلې پۀ جنګ کښې د بائيلات خطر وي خو عدم تشدد يوه داسې مبارزه ده چې د بائيلات پکښې هډو سوال نشته ولې ګټه ئې يقيني وي. خو مسئله دا وه چې پښتانۀ جنګونو او د مغلو او پېرنګي چالونو دومره زورولي وو چې د تعليم کچه ئې د نشت برابر وه او د باچاخان پۀ فلسفه پوهېدو لپاره د پوهې او تعليم ضرورت ؤ . باچاخان پۀ دې هم پوهه ؤ چې تر څو پورې يو قوم د غلامۍ، ازادۍ، خپل حقونو او سياست پۀ معني نۀ وي پوهه تر هغې هغه پۀ خپل مقصد کښې نۀ شي کاميابېدے . هم دغه شان باچاخان ته دا هم ادراک ؤ چې کۀ يو قوم څومره هم تکړه ولې نۀ وي خو کۀ خپل مېنځ کښې سره وران وي، دشمنۍ او تربګنۍ وي نو هغه د پېرنګي پۀ شان د قوت څۀ چې د يو وړوکي ټولګي مقابله هم نۀ شي کولے . هم دا وجه وه چې باچا خان پۀ پښتنو کښې د اتفاق، روغې جوړې، سولې، شعور او پوهې لپاره کال ۱۹۲۱کښې د “انجمن اصلاح الافاغنه” بنياد کېښودو او هم د دې سوچ لاندې ئې اتمانزو کښې د پښتنو د بچو د روڼ او روښانه راتلونکي لپاره د ازاد سکول بنياد هم کېښودو . باچاخان غوښتل چې پښتانۀ د پوهې او تعليم پۀ کاليو ښائسته شي، هم دغه سوچ ؤ چې بيا وروستو د خدائي خدمتګار تحريک سوب جوړ شو . دغه شان باچاخان د پښتنو د خبر ساتلو لپاره “پښتون” شروع کړو . باچاخان غوښتل چې پښتانۀ خپله ژبه زده کړي او پۀ خپله ژبه کښې ليک لوست وکړي . دغه شان بيا د وخت او د سيمې حالاتو د سمي سره سم پۀ سياسي ډول د پښتنو د حقونو د مبارزې لپاره د هند د وړې وچې لوے سياسي قوت ال انډيا کانګرېس سره يو ځاے کېږي او د پښتنو د حقونو خبره ښۀ پۀ جار او ډاډ کوي او دنيا ئې نۀ صرف اوري بلکې مني ئې هم . يا خو څو کاله وړاندې پښتون هغه ؤ چې تيت پرک ؤ، زبون حاله ؤ، د غلامۍ پۀ زنځيرونو کښې ښکېل ؤ، لار ئې نۀ وه، لارښود ئې نۀ ؤ او يا بيا څو کاله پس د فخر افغان پۀ مشرۍ کښې پښتنو د عدم تشدد پۀ لار د خپل مير ټاکنه کړې وه . دا کۀ يو خوا د يو لوے سياسي بصيرت نتيجه وه نو بلخوا باچاخان لۀ خداے پاک د خدائي خدمتګارو پۀ شکل کښې داسې تکړه، بې لوثه، بې غرضه، درانۀ،بې مثله او بې بدله ملګري ورکړي وو چې د باچاخان سره پۀ هره سخته کښې لکه د غر ولاړ وو. هم دغه د باچاخان “افغان جرګه”، “انجمن اصلاح الافاغنه”، “خدائي خدمتګار تحريک”، “پښتون” او سياسي هلې ځلې وې چې پښتنو لۀ ئې د ژبې سره سره د منزل پۀ لور لار هم ورکړه . دې تحريکونو کۀ يو خوا سياسي سوچ لۀ وجود ورکړو نو بلخوا ئې د ادب او شاعرۍ پۀ اسمان داسې لوئې لوئې نامې وزېږولې چا چې د قلم پۀ ژبه د پښتنو د ژوند حالات سانده او سندره کړل . نن د دغه سختيو، مصيبتونو ګاللو او بندونه تېرولو نتيجه ده چې پښتون د خپل حق تپوس کوي . کۀ پۀ سياسي توګه پۀ ملک کښې د جمهوريت خبره وي او يا بيا د خپلو حقونو، د دغه تحريک وارث عوامي نېشنل ګوند پۀ هر ځاے لکه د غر ولاړ وي . د رهبر تحريک خان عبدالولي خان سياسي مقام، قد او اهميت نن يوازې د يو ملک پۀ کچ نا بلکې د نړۍ پۀ کچ منلے بللے دے . څوک چې پۀ سياست پوهېږي نو هغه رسي چې ولي خان پۀ کومو کومو حالاتو کښې د اولس د حق، د جمهوريت او د ائيني حقونو تحفظ کړے دے او پښتنو ته ئې د خپل حق غوښتلو کومه لار او ژبه ورکړې ده . هم دغه سوچ دے چې کۀ دې ملک لۀ ئې د درې اويا ائين ورکړے نو د اتلسم ائيني ترميم پۀ شکل کښې ئې د صوبو حقونه هم محفوظ کړي دي، کۀ صوبې لۀ ئې نوم ورکړے نو پۀ خپله ژبه کښې د تعليم ګام ئې هم پۀ خپل حکومت کښې اخستے ؤ . کۀ څۀ هم د پېرنګي نه پس هم حالات لا زيات خراب وو او باچاخان او ولي خان جېلونو کښې بنديوان ساتلي شوي دي خو د جمهوريت پۀ خاطر د دغه سوچ سفر د پيپلز ګوند، نېپ او عوامي نېشنل ګوند پۀ شکل کښې جاري ساتلے شوے . نن کۀ اسفنديار ولي خان ته ګورو نو د اتلسم ائيني ترميم پۀ شکل کښې صوبو ته خپل حق راوړل د يو خوب پوره کېدل دي، صوبې لۀ نوم ورکول کۀ يو لوے قام لۀ خپل شناخت ورکول دي نو بلخوا د خپل حق پۀ خلکو منل هم دي . نن د ستر باچاخان او ولي خان د تلين پۀ دې مياشت کښې يو خوا کۀ د هر کال پۀ شان يو ځلې بيا د بابا او رهبر تحريک د نظريې او سياست وارثان او پتنګان او د خدائي خدمتګارو بچي ښۀ پۀ جوش او ولوله د دواړو لويو هستيو د مرام او پښتنو ته د ښودلي سبق اعاده کوي نو ورسره د فخر افغان د لوے او تاريخي ګام سل کاله هم پوره شو، دا هغه ګام دے چې پښتنو لۀ ئې هغه هر څۀ ورکړل چې دوي ئې د پېړيو پېړيو راهسې خوبونه ليدل او لا لګيا دے خپل سفر، هلې ځلې جاري ساتي او تر هغې به دغه تحريک، سفر، يون او مزل جاري وي تر څو چې پښتنو ته پۀ حقيقت کښې خپل حقونه ترلاسه شوي نۀ وي.

    خپل نصاب خپل کتاب، خپله خاوره خپلې وږمې، خپل سپرلے او خپل ګلاب

    د ستر باچاخان بابا قول دے “چې د کوم قام نه خپله ژبه ورکه شي هغه قام ورک شي او کوم قام ته چې خپله ژبه سپکه شي هغه قام سپک شي”.

    ډېر عامو خلقو څۀ چې ډېرو ښو ښو شاعرانو، اديبانو، عالمانو، فاصلانو او دانشورانو هم څوڅو وارې د دې پېغورونو اعاده کړې ده چې د پښتنو مشرانو پښتنو لره لاس ته څۀ راوړل؟ مونږ ورته د اتلسم ائيني ترميم پۀ صورت کښې خپلې لاس ته راوړنې يادوو چې د ټول عمر جدوجهد اخر رنګ راوړۀ او د ظلمتونو تورې شپې سبا شوې.

    صوبائي خودمختاري،د صوبې نوم خېبر پښتونخوا، پۀ خېبر پښتونخوا کښې نهه پوهنتونونه، پۀ سلګونو کالجونه او پرائمري سکولونه، پۀ سلګونو هائي سکولونه او هائير سېکنډري سکولونه، نوبيا د دغه سکولونو او کالجونو د پاره د پښتونخوا خېبرټيکسټ بک بورډ لۀ اړخه د پروفېسرډاکټر فضل الرحيم مروت پۀ چئيرمېنۍ، د صوبې د ګران او محترم زلمي وزيراعلٰى اميرحېدرخان هوتي پۀ مشرۍ او د تعليم د وزيرمحترم سردار حسېن بابک پۀ ځوان زلمي قيادت، علمي بصيرت او د پروفېسر ډاکټر محمد زبېر حسرت پۀ شاعرانه صداقت او ادبي ديانت کښې پۀ اول وار د پښتو ژبې نصاب (٢٠٠٩)د اول جماعت نه تر دولسم جماعت پۀ اول وار جوړونه کۀ نۀ وے نو نن به هم پۀ سکولونو او کالجونوکښې د پښتو دکتاب نوم او نشان نۀ ؤ.

    دغو ښاغليو د پښتو د سرلوړۍ او د پښتنو د جګو شملو ساتلو پۀ روڼ روښانه او سپين سپېځلي نيت د پښتو پۀ دغه اولني نصاب کښې د خپلې خاورې، خپلې وږمې او دخپل وطن ښېرازه سپرلي خپل ګلابونه رامخې ته کړل او د دې وطن ادنٰي، اوسط او اعلٰي درې واړو طبقو پۀ اول ځل وليدل چې پۀ دغه نصاب کښې نۀ صرف پښتو، پښتون او پښتونخوا شامله شوه بلکې د پښتونخوا هاغه شاعران، اديبان، عالمان، فاضلان ، پښتانۀ اتلان ، سرخېلان او دانشوران پۀ کښې هم شامل شول چې د پاکستان جوړېدو نه پس پرې پۀ خپل وطن کښې بندېزونه او قدغنونه وو. پۀ دغسې خلقو کښې فخر افغان باچاخان عبدالغفارخان، فقيرايپي، حاجي صاحب ترنګزے ،کاکاجي صنوبر حسېن، فضل رحيم ساقي، فدا عبدالمالک،غني خان، اجمل خټک، قلندرمومند، ميرمهدي شاه مهدي باچا، ولي محمد طوفان، سېف الرحمان سليم او همېش خليل شامل دي چې د پښتو د دغې اولني نصاب د خپل کتاب زينت ښائست، ښکلا او ځلا وګرځېدل. باچاخان او خدائي خدمتګاري پۀ کښې پۀ اول وار مخې ته راغله او د پښتنو اتلانو سره پۀ کښې قامي شهيدان لکه سرتورفقير، فضل قادر شهيد، معصومه ابۍ، د قيصه خوانۍ شهيدان، د اتمانزو شهيدان، د پاتۍ ټکر شهيدان، د بابړې شهيدان، د هاتي خېلو او سپين تنګي شهيدان هم پښتون اولس او زلمي کول طالب علمانو ته پۀ ډاګه کړے شول. دا هرڅۀ او د دې نه هم ډېر څۀ د خېبرپښتونخوا د ټېکسټ بک بورډ پۀ پښتو نصاب کښې پۀ اول ځل شامل کړے شول چې لۀ دې وړاندې پۀ کښې نۀ وو شامل. دغه رنګ رياضي، تاريخ، اسلاميات هم پۀ اول ځل د اردو او انګرېزۍ پۀ ځاے پۀ پښتو کښې د چاپ کتابونو پۀ صورت کښې مخې ته راغلل چې اوس پۀ تعليم کښې د يو خاموش انقلاب نه پس موجوده حکومت بېرته وښکل.