Tag: Pakhtoon Magazine

  • “د صوابۍ تاريخ” (۲۰۰۰م نه ۱۹۴۷ز پورې) او د تاريخ صفائي – م ر شفق

    “د صوابۍ تاريخ” (۲۰۰۰م نه ۱۹۴۷ز پورې) او د تاريخ صفائي – م ر شفق

    “د صوابۍ تاريخ” د ډاکټر بشريٰ خاتون د پي اېچ ډي مقالې يوه برخه ده. کتابي بڼه کښې، سره د حوالو او لرغوني نخښو نخښانو پۀ دوه سوه اووۀ پنځوس مخونو مشتمل ده. د ډاکټر بشريٰ خاتون دا ځانګړې علمي ادبي او تحقيقي زيار او کار پۀ هر ډول د ستائنې، مننې او مبارکۍ جوګه دے. کومو محترمو پوهانو چې پۀ دې کتاب سريزې ليکلې دي ، تنقيدي جاج ئې اخستے دے او علمي بحث پرې ئې کړے دے، مناسب دے چې هم د هغوي د الفاظو نه استفاده وکړم.

    د کتاب شاپاڼه د ګورنمنټ سپرئيرسائنس کالج پېښور پښتو څانګې چيئرمېن پروفېسر فضل نصيراسير ليکلې ده. اعتراف کوي چې د ډاکټر بشريٰ خاتون “د صوابۍ تاريخ” د تخليق له رويه، د نامتو پوهانو د نګرانۍ نه پس د پېښور پوهنتون يوه سند يافته مقاله ده.

    پۀ دولس مخونو خور “تقريظ” مشهورافسانه نګار، اديب او نقاد سيد طاهر بخاري ليکلے دے او دا خبره ئې منلې ده چې “سيالې يوسفزۍ سکالرې پۀ ډېر محنت او کړاو سره يو مستند تاريخي او تحقيقي کتاب ليکلے دے… قابل قدر خبره دا ده چې ژبه ئې صفا ده. ټول تحرير ئې پۀ “ټېټ” يوسفزۍ لهجه او محاوره مشتمل دے” .

    د پښتو اکادمۍ پېښور پوهنتون پخوانے ډائرېکټره پروفېسر ډاکټر سلمٰي شاهين د چا پۀ نګرانۍ کښې چې ډاکټر بشريٰ خاتون دا تحقيقي کار سرته رسولے دے. د محترمې خاتون مناسب پېژندګلو کړې ده او د دې د زيار او کار ستائنه ئې کړې ده. ليکي چې:

    “دا کتاب به راتلونکو وختونو کښې د Reference پۀ توګه استعمالېږي او ډېر محقيقين به ځان ته متوجه کړي”.

    پروفېسر ډاکټر نسيم خان د لرغون پوهنې څانګې پېښور پوهنتون ډائرېکټر دے، دا تاثر ورکړے دے چې د صوابۍ تاريخ ډېر خور وور او پاڼې پاڼې پروت ؤ. بشريٰ خاتون پۀ ډېر محنت او زيرک نظر، دغه خوارۀ وارۀ پخواني او وروستني مواد مورنۍ ژبه کښې راغونډ کړل او د خپلې جائزې سره ئې لوستونکيو ته وړاندې کړل. او دا کار د پوهانو د پاره يوه اهمه کارنامه ده. پي اېچ ډي سکالر، پښتو اکادمۍ پېښور پوهنتون، محترم فېصل فاران د لرغون پوهنې او ژبپوهنې پۀ حواله يوه زړۀ پورې سريزه ليکلې ده چې د ادب طالب علمان ترې زياته ښېګړه پورته کولې شي. ښاغلے فېصل فاران ليکي:

    “دې کتاب کښې ….. ډېرې ناوياته خبرې او مباحث دي چې د هغې نه تراوسه پورې مونږ روشناس نۀ يو خو اغلې ډاکټر پۀ کړاو او زړۀ چاودن رابرڅېره کړي دي”

    فېصل فاران صاحب د کتاب د روان دوان ښائسته اسلوب ستائنه کړې ده او وائي: “د دې اسلوب شا ته د ليکونکي شخصيت د څۀ ابهام يا پېچيدګۍ سره وړاندې نۀ دے ځکه د دې څېړنې د کتاب تړون نېغ پۀ نېغه د ادب سره هم جوړېږي ځکه چې ښکلے نثر خپله د اسلوب لۀ رويه فنپاره شي”.

    “خپلې خبرې” کښې ډاکټر بشريٰ خاتون د دې ګران کار پۀ سرته رسولو کښې د يو شمېر ليکونکيو او خپلو وروڼو محمد طاهرصاحب او فضل ربي صاحب د مرستې او کومک شکريه ادا کړې ده. او سپيناوے ئې کړے دے چې د مقالې اولنۍ د تاريخ برخه “ د صوابۍ تاريخ” خاتون پۀ خپله چاپ کړه او د ثقافت او فولکور برخه “ صوابۍ د ثقافت هنداره” به کلچر محکمه چاپ کوي (ماشاء الله)

    د ښاغلي فېصل فاران د فکر ترمخه د لوستونکي پام يوې تاريخي پېښې ته را ګرځي.

    ډاکټر بشريٰ خاتون پۀ ص ١٧١ ليکي:

    “ پۀ ٦ فروري ١٨٢٩ز کښې يوه لويه غونډه وشوه چې د ټولې علاقې عالمان، خانان او عوام پۀ کښې را جمع شول، د زېدې اشرف خان د هنډ ښادي خان او د پنج تار فتح خان، سره د خپلو خلقو پۀ دې غونډه کښې شرکت وکړو. علماؤ د شريعت اسلاميه د نفاذ فېصله هم واوروله. ډاکټر خاتون وائي چې “اشرف خان خادي خان (ښادي خان) او فتح خان پۀ دې فېصله خوشحاله نۀ وو. د مجبورۍ نه ئې ورته غاړه کېښوده. او دا چې د سيد احمد شهيد کوم شرعي اصول نافذ کړي وو هغه د پښتني رواياتو خلاف وو”.

    ځکه نو سيد احمد برېلوي او مولوي شاه محمد اسماعيل د علماؤ بله اجتماع وکړه. علماؤ فتوي ٰ ورکړه چې” د باغيانو سزا قتل ده” د خادي خان نه نور برداشت ونۀ شو او اخر ئې سيد صاحب ته ووئيل چې “ مونږ پښتانۀ خلق د رياست پۀ کاروبار پوهېږو او دا مشوره مليانو کړې ده. مليان زمونږ اسقاط او خېرات خوري، دوي د رياست پۀ کاروبار څه پوهېږي؟ سيد صاحب پۀ دې غصه شو…….(ص ١٧٣)

    سيد طاهر بخاري صاحب خپل “تقريظ” کښې د ډاکټر بشريٰ خاتون دغه عبارتونه ټکي پۀ ټکي رانقل کړي دي او د هغۀ (ښادي) خادي خان مرسته ئې پۀ دې الفاظو کړې ده.

    “کۀ انصاف وکړو او رښتيا وئيل برداشت کړو نو د خادي خان خبره سل فېصده صحيح ده (ص ١٠”)

    طاهر بخاري صاحب ليکي:

    “خادي خان سره دښمني کول بالکل غېر مناسب وو”.

    مطلب دا چې د اسلامي شريعت نه خو څوک انکار نۀ کوي کۀ پۀ ځينو معاملو کښې خادي خان د سيد صاحب ملګرتيا نۀ کوله نو پۀ دې هغه کافر خو نۀ شو کېدے. سره د دې :

    “پۀ ٨ اګست ١٨٢٩ز جناب سيد صاحب د هنډ په قلا يا خادي خان حمله وکړه، خادي پکښې قتل شو او د هغۀ د کور زنانه او ماشومان سيد صاحب ځان سره د قېديانو پۀ شکل کښې بوتلل. دا هم د پښتون روايت او ثقافت برخلاف وو… (ص ١١_ ١٢”)

    محترمه ډاکټر بشريٰ خاتون او محترم سيد طاهر بخاري پۀ خپله دانست کښې د هنډ خان صفائي وکړه خو د تاريخ صفائي به څوک کوي؟ “ د سيد صاحب پاليسيو سره اختلاف؟ نو دې ته کفر نۀ شي وئيلے… د محترم سيد طاهربخاري دا خبره سمه ده خو د هنډ پۀ قلا د حملې او د ښادي خان د قتل وجه بل څۀ ده دا د سياسي اختلاف يا د کفر او اسلام خبره نۀ ده. خو د تاريخ پاڼې پۀ غور لوستل هم غواړي.

    د مردان صوابۍ د ټولو پښتنو، سيد احمد بريلوي او شاه اسماعيل سره همدردي وه. عملي مرسته ئې کوله، دغوکښې يواځې د زېدې اشرف خان ،د هنډ ښادي خان او د پنجتارفتح خان نۀ ؤ. د پښتونخوا دوه روحاني پېشوا او عالمان د کوټهې حضرت صاحب، مولانا سيد محمد اميرعلېه الرحمة (١٣١٠هـ.. ١٢٩٤هـ) او د سوات صاحب حضرت شېخ اخوند عبدالغفور(١٢١٢هـ… ١٢٩٥هـ) او د دواړو صاحبانو پۀ زرګونو مريدان او عقيدتمندان هم شامل وو. سيد احمد صاحب چې کله طورو ته تشريف را وړے ؤ نو بهادرخان ورسره پۀ ډاګه ډګلۍ مرسته کړې وه او بيا وروستو د سکهانو پۀ حمله کښې وژلے شوے ؤ. د دې خان شهيد نه علاوه د طورو د روحاني پېشوا، ميا محمد حسن علېه الرحمة يو زلمے زوے سکهانو سره د نوښار پۀ جنګ کښې شهيد شوے ؤ.

    سيد صاحب ته د هنډ خان دا پېغور چې:

    “مليان زمونږ اسقاط او خېرات خوري” کۀ سپک نظري نۀ ده نو کم فهمي ضروري ده. سيد احمد شهيد (١٢٠١هـ ٢٩ نومبر ١٧٨٦ز) (١٣٤٦هـ ٦ مۍ ١٨٣١ز) د امام الهند حضرت شاه ولي الله پۀ علمي کورنۍ کښې د حضرت شاه عبدالعزيز او مولانا عبدالقادر نه ديني علم او تربيت حاصل کړے ؤ. او د تصوف پۀ سلسلو کښې ئې ترې د خلافت خرقه حاصله کړې وه او د ټونک رياست والي نواب اميرخان پۀ فوځ کښې ئې اووۀ کاله فوځي زده کړه حاصله کړې وه. لوے عالم، فقيه او محدث ؤ. شاه اسماعيل شهيد پۀ خپله د شاه ولي الله صاحب نمسے او د دغه کورنۍ د علم مشال ؤ خو بدقسمتي ده چې د هنډ، مرورخان دوي پخلا نۀ کړے شو او د ښادي خان زړۀ ورته صفا نۀ شو. حالانکې د سيد احمد صاحب واحد مقصد د اسلامي شريعت نافذ کول، دحضرت شاه ولي صاحب او د “حکومت الٰهيه “ تصور عملي کول او معاشره کښې د غلطو رسمونو او رواجونو ختمول وو، د اقتدار هوس نۀ ؤ.

    محقق اديب او عالم عبدالحليم اثرافغاني خپل تاليف “روحاني تړون” کښې يوه تاريخي واقعه بيان کړې ده . کومو ورځو کښې چې سيد احمد شهيد د مجاهدينو مرکزي مقام هنډ مقرر کړے ؤ نو يوه ورځ سيد احمد بريلوي ، حضرت شاه اسماعيل، سيد محمد امير د کوټهې ا و حضرت اخوند شېخ عبدالغفورد سوات پۀ يوه بنده کوټه کښې دا صلاح مشوره وکړه چې د اټک پۀ قلا به يوه لويه حمله کوو. د کوټهې سيد محمد امير د اټک او خضرو مريدان سره د سازو سامان تيار کړي وو. دا پټ راز د سوات اخوند عبدالغفور خپل عقيدتمندو ښادي خان د هنډ ته ښکاره کړو چې ځان د اټک پۀ قلا حملې کولو ته تيار کړه. دے خو د مجاهدينو پۀ اقتدار خفه ؤ نو اخوند صاحب د سوات ئې پۀ ځان پوهه نۀ کړو. د خپل يو نوکر پۀ خولۀ ئې د اټک قلا کښې د سکهانو لوے افسر “ونتهورا” ته دا خبر ورسولو. د ذاتي ا عتبار د پاره ئې پۀ خپله حضرو کښې “ونتهورا” سره ملاقات هم وکړو. نتيجه دا شوه چې “ونتهورا” د هرڅۀ نه اول د حضرت سيد امير نه کوټهې د مريدانو او تعلقدارانو تالاشئ وکړې . ټول ساز و سامان ئې را اوويستو او د کومو ذکر چې ورته ښادي خان کړے ؤ هغه ټول کسان ګرفتار کړے شو. بيا ئې ورته پۀ لويو لويو کړهيو کښې تېل سرۀ کړل د مجاهدينو دغه همدردان او د کوټهې د سيد امير دغه ټول مجاهد مريدان ئې پکښې وسېزل. حمله پۀ ځاے پاتې شوه. سکهان د هنډ پۀ ګودر د پورې وتو پۀ تکل کښې وو. سيد احمد شهيد د هنډ نه د مجاهدينو مرکز پورته کړو او پنجتار ته لاړو. د کوټهې حضرت ورسره ؤ پۀ دې پېښه د سوات حضرت اخوند عبدالغفور د ښادي خان پۀ غدارۍ دومره زهير شو چې د هلته نه ئې تشريف يوړلو او نمل کښې دېره شو.

    “روحاني تړون” پۀ ص ٩٢٣ ليکي:

    “د سکهانو فوځ پۀ اباسين را پورې وتلو، ونتهورا ئې مخکښې ؤ. ښادي خان ورسره ؤ، پۀ پنجتارئې حمله وکړه ليکن ناکاميابه شوه. پۀ اباسين واپس پورې وتلو.”

    عبدالحليم اثر افغاني ورپسې ليکلي دي:

    “وروستو ښادي خان هم د دغه جرم پۀ پاداش کښې د مجاهدينو د لاس نه وژلے شوے ؤ. پۀ تاريخي اعتبار سره دا د ١٢٤٥ه واقعه ده”

    “د سياست پۀ کاروبار پوهېدونکي او د حکومت د انتظامي معاملو دعوېدار چلوونکي دې پۀ خپله انصاف وکړي چې د اسلام د مجاهدينو خلاف سکهانو ته مخبري کول کوم غېرت او کومه پښتو وه.؟ او پۀ خپله دې فېصله وکړي چې د “غدارۍ” سزا څۀ کېدلے شي!!؟ د پښتونخوا پۀ خاوره د سکهانو بادشاهي وه او سيد احمد بريلوي خو د سکهانو خلاف جنګ کولو.

    د پښتون قوم لوے خدمتګار، محسن او مصلح عبدالغفارخان (باچاخان) “زما ژوند او جدوجهد” کښې ددې حالاتو صفا تجزيه کړې ده او د تاريخ صفائي ئې داسې کړې ده:

    “د هندوستان د هغه سر نه سيد احمد بريلوي او اسماعيل شهيد پۀ دوي يعنې پۀ پښتنو باندې ننګ او غېرت کوي او د سکهانو د مقابلې د پاره د پښتنو خاورې ته راځي، د هغه وخت د حکومت افغانستان له طرفه د دۀ سره مرسته ونۀ شوه. بلکې يار محمد خان له خوا ورسره جګړه وشوه. لکه څنګه چې د پښتو د دې زړې چاربېتې نه څرګندېږي.

    روان شو يار محمد سيد وباسي د پنجتاره

    سيد له برے ورکړې الٰهي پروردګاره

    “د دې علاقو د پښتنو همدردي د سيد صاحب سره وه. دۀ غوښتل چې ملک کښې شريعت نافذ کړي او د شرعي قانون سره سم د خور او لور ولور بند کړي او پۀ ميراث کښې ښځو لۀ هم شرعي برخه ورکړي. او ځينې غلط رسم او رواج اصلاح کړي. پۀ خانانو او ملايانو د دي بد اثر وشو . شور زوږ ئې جوړ کړو چې يو سکهـ لاړو او بل سکهـ راغے. د پښتنو او مسلمانانو پۀ دې همدردانو ئې د “وهابي” فتويٰ ولګوله. پۀ پښتنو کښې قومي او سياسي شعور نۀ ؤ نو د برېلوي صاحب او د دۀ د ډلې پۀ ضد را پورته شول څۀ ئې ووژل او څۀ ئې پۀ اباسين هزارې ته پورې ويستل. د هزارې ځينې مسلمانانو پۀ ځاے د دې چې د بريلوي صاحب مرسته وکړي ، سکهانوته ئې مخبري وکړه. “

    باچاخان خپله ژوند ليکنه کښې د تهکال ارباب بهرام خان څوک چې سيد احمدشهيد سره بالاکوټ کښې شهيد شوے ؤ. واقعه بيان کړې ده چې ګوجرانواله کښې ورته دوو پښتنو مېرمنو د کوهي پۀ غاړه فرياد وکړو چې سکهانو پۀ زور راوستي يو او دوه دوه بچي مو هم پېدا شوي دي. ارباب بهرام خان چې برېلي کښې خپل مرشد سيد صاحب ته د ګوجرانواله واقعه بيان کړه نو هغه د جمعې پۀ ورځ منبر ته وختو او د جهاد اعلان ئې وکړو.

    باچاخان ليکي:

    “د افسوس خبره ده چې سيد صاحب د پښتنو پۀ ښځو ننګ وکړو او بې ننګه پښتنو دوي سره ننګ ونۀ کړو. چې سيد صاحب سکهان د پښتنو د خاورې نه ويستل نو د افغانستان حکومت، سيد صاحب ته ووئيل چې اوس دا ملک مونږ ته پرېږده.”

    د هنډ ښادي خان ته دې الله خپل تقصيرات معاف کړي . د تاريخ پۀ هر دور کښې د پښتنو ځينو بادارانو “ د رياست او سياست پۀ کاروبار” پوهيدونکو خانانو خپل قوم له تاوان ورکړے دے او د اغيارو شان ئې وچت کړے دے.

    د بې ننګه پښتنو لۀ غمه ما

    لوئي پرېښوه ونيوله کمه ما

    چې د ننګ ګوهرمې مات شو دواړه سترګې

    پۀ ژړا نۀ کړې يو دم بې نمه ما

    (خوشحال خان)

  • مظاهرفطرت او دغني خان جمالياتي حِس – نورالامين يوسفزے

    مظاهرفطرت او دغني خان جمالياتي حِس – نورالامين يوسفزے

    د فطرت غېږ د انسان لپاره د مور د غېږې حېثيت لري ځکه چې د خپل وجودي او کلتوري سفر پۀ پېل کښې هم دغه فطرت د دۀ لومړے مسکن ؤ ځکه نن هم چې دے کله دغه غېږې لۀ ورځي نو پۀ روحاني توګه ډېر اطمينان او سکون محسوسوي. د فطرت غېږ او ښکلا د دۀ لپاره تش د اطمينان او خوشحالۍ سبب نۀ دے بلکې د فطرت پۀ دغه غوړېدلي کتاب کښې دۀ د خپلې ارتقاء لومړے درس هم اخستے دے او نن هم د خپل بصارت پۀ مدد دے د فطرت د مظاهرو مشاهده کوي . پۀ دغه درس او دغه زده کړه کښې خپله فطرت او د فطرت مظاهر د دۀ استاذان وي او داسې “سبق” ورته ور ايزده کوي چې دے ئې د دنيا پۀ يو پوهنتون کښې هم دکوم بل استاذ نه نۀ شي زده کولے.

    د فطرت دغه جمال او جلال سره چې کله د انسان بصيرت او تخيل ملګرے شي نو بيا دغه جمال نور هم پۀ څوچنده سېوا رنګين او زيات شي. د جمالياتوجديدو نظريو د “جمال” لمنه دومره پراخه کړه چې روايتي پوهانو ته هم د جمال نوي نوي اړخونه او د دغه اړخونو د ښائستونو نوي نوي ورونه لرې شول. او داسې د روايت پۀ غېږه کښې د جدت محبوبې غزونې وکړې. د دغه نظريې ترمخه عقل، تخيل، مشاهدې او ضرورت پۀ شريکه د انسان ژوند اسان کړے هم دے، رنګين کړے هم او مخ پۀ وړاندې بوتلے هم ۔ خو دا هم يو کوټلے حقيقت دے چې د انسان تخيل د دۀ پۀ عقل زوراور هم دے او لمنه ئې هم ډېره پراخه ده. مونږ داسې هم وئيلے شو چې چرته عقل ګونګ شي هم هلته تخيل ګويانه شي. او هم د دغه تخيل پۀ زور بيا انسان داسې زوروره عکاسي کوي چې عقل ورته ګوته پۀ خولۀ وي ۔ انسان کله کله د يو څيز، منظر يا حالاتو د تخيل پۀ زور داسې انځورګري وکړي چې پۀ ښکاره څنګه وي پۀ حقيقت کښې هډو داسې وي نه، دا هم د هغه لوے مصورد فن کمال دے چې نمر، سپوږمۍ، ستوري او اسمان چې زمونږه پۀ وړاندې څنګه دي پۀ حقيقت کښې بېخي بل شان دي بقول غالب:

    ہیں کواکب کچھ نظر آتے ہیں کچھ

    دیتے ہیں دھوکا بہ بازی گر کھلا

    ولې بيا هم د دغه مظاهرو، څرګند صورت دومره زړۀ راښکونکے او دلاوېز دے چې زمونږ بصارت د دغه دروغژن خو زړۀ راښکونکي صورت پۀ لار د بصيرت پۀ زور د دغه مظاهرو روح ته ورکوزېږي. غني وائي چې کله داسې کومې “ښکلا” ته وګورئ نو بيا د کتلونه پس سترګې پټې کړئ او د دغه څيز پۀ حقيقت لږ پۀ پټو سترګو هم غور او فکر وکړئ ۔ د غني جمالياتي حس دومره توان او د هغۀ د تخيل د باز وزرې دومره قوي دي چې هغه د دغه “ظاهري حقيقت” او “وجود” د ښائست حقيقت هغه کۀ خپله د انسان دسترګو خمار دے، کۀ د سرو شونډو مسکا ده، کۀ د سپوږمۍ نرمې پستې پلوشې دي، کۀ د نمر تېزې شوخې وړانګې، کۀ د ګل پۀ سرو شونډو کښې د ناز خندا، دابشار ترنم دے او کۀ د لولکې دوجودښائستونه، ليدے هم شي، محسوسولے ئې هم شي او ستائيلے هم ځکه چې د هغۀ شاعرانه الهام د خپل تخيل پۀ زور دغه کېفياتو لۀ داسې مناسبه ژبه او داسې ژوندي ټکي را پېدا کړي چې هر څوک ورته حق دق پاتې شي. بيا چې کله خپله ددغه ټولوښائستونو تخليق کار دا اعلان هم وکړي چې ” زۀ خو د اسمانونو او زمکو نور يم” او چې کله د دغه قطره قطره جمال پۀ سحر کښې د غني غوندې ستر فنکار ورګډشي او خپلې خمارې سترګې پټې کړي نو د زړۀ سترګې ئې وغړېږي او د دغه رڼا ګانو پۀ سمي سمي د هغه حقيقي رڼا او ريښتونې جلوې خواته وررسي چرته چې د وجود او جسم ټوله ستړيا او د سفر ټوله ستوماني د روح پۀ خوږه غېږه کښې دمه دمه شي.

    ښاغلے اېمرسن وائي چې “د فطرت غېږه کښې ډېر څۀ دي، د چينې خوږې اوبۀ، د ځنګل هغه اور چې پۀ يخنۍ کښې ئې مونږه د يو بوتکي غوندې د فطرت سينې سره کلک ونخښلو او …. د فطرت پۀ غېږ کښې چې کله مونږه بره شين اسمان ته ګورو نو دغلته رومان او حقيقت غاړه، غړۍ ولاړ وي ۔ د فطرت دغه جادو ګري ډېره صحت بخشه او روح پروره ده او هم دا زمونږه د وحشت او بې ډولۍ علاج دے. رښتيا خبره خو دا ده چې د هرقسمه تکلفاتو نه پرته خوشحالۍ چې زمونږ د خپل مزاج او فطرت سره سمون خوري او زمونږ د ذات سره طبيعي مناسبت لري، دغه هرڅۀ مونږه د فطرت پۀ غېږ کښې بيا مومو او هم دغه غېږه کښې د ځان پېژندنې (عرفان ذات) منزل ته رسو او خپل ځان وپېژنو”.

    اېمرسن د ملا د پخو پخو اوسطحي خبرو پۀ ځاے د فطرت ښکلا او د ونو بوټو پۀ پاڼو او رګونو کښې خپل ځان او خپل سبحان لټوي ځکه د هغۀ د زړۀ سترګې بينا دي. او سائنس هم دا تصور مضبوطوي چې د حقيقت ادراک د بصارت نه زيات د بصيرت پۀ سترګو کېږي. د غني بينا نظر پۀ کائنات کښې دغه خور وور جمال او ښکلا ليدے هم شي او خپل “جانان” ورله د دغه جمال د ستائيلو جانانه اسلوب هم ورکړے دے.

    پۀ کائنات کښې دغه خور وورحسن هغه کۀ “د احسن تقويم” دے او کۀ د فطرت، د غني جمال پرست نظر لکه د مقناطيس ځانته را کاږي او د وجود پۀ لار ئې د څيزونو روح ته ورکوزوي. حسن کۀ د “انسان” دے او کۀ د ” جهان” پۀ هر صورت کښې د غني کمزوري هم ده او طاقت هم ځکه خو هغه اعلان کوي چې:

    سرداري نۀ کېږي د تورې د مستۍ نه بغېر

    الله ليدے نۀ شې د حسن پرستۍ نه بغېر

    لکه چې مخکښې ووئيلے شول چې د خالق نور او د ښائست جلوې پۀ مظاهر فطرت کښې ځاے پۀ ځاے ليدے هم شي او محسوسېدے هم. غني د يو فنکار پۀ حېث دغه جلوه ويني او هم لکه د “بلبل هزار داستان” ئې ستائي ۔ د “انساني حسن” پۀ حواله پۀ غنياتو ښۀ اوږدۀ او تاودۀ بحثونه شوي دي. دلته به زۀ د “مظاهر فطرت” پۀ حواله د غنياتود سمندر څۀ چونګ لپه راخلم خو د دې نه مخکښې چې زۀ د مظاهر فطرت پۀ حواله خپله خبره پېل کړم دلته دا خبره خپلو لوستونکيو ته سپينول غواړم چې د يو جرات مند او بې بدله تخليق کار پۀ حېث د غني د انفراديت او ځانګړتيا غټ سبب دا دے چې د هغۀ پۀ ذات کښې د مشرق “روحانيت” او د مغرب رومانويت داسې ورغاړې وتې دي چې ځانته ئې د بيان او اظهار يوه ځانله، بېله ، خپله او جانانه لاره را پېدا کړې ده. داسې چې نۀ خو پۀ کښې د مشرق روحانيت د روايتي تقدس پۀ غېږه کښې اودۀ شوے دے او نۀ د مغرب رومانويت محض د “جسم” پۀ سطحي دېوال تمبېدلے دے. د دغه ځانګړې او جانانه لار پۀ حواله مونږه دا وئيلے شو چې دغه لار د غني نه شروع شوې او هم پۀ غني ختمه شوې ده. دا يوه داسې لاره ده چې “اساس” ئې د وجود پۀ سمي روحاني،انداز رومانوي او اهنګ ئې چاربېتې دے او داسې د پښتو نظم ګويۍ يوه نوې لاره رامېنځ ته شوې ده چې د زوړ او نوي اسلوب پۀ غېږ کښې ئې يو نوے او بل شان اسلوب زېږولے دے چې هم ئې ځانته نوے ډکشن (د مفهوم پۀ کچ) او هم نوے اهنګ زېږولے دے ځکه نوکۀ څوک د هغۀ پۀ “فن” پسې روايتي تله راخلي نو هم به تيندک خوري او کۀ محض د نوي دور (د نظم) جديد کانډه، ځکه چې دلته هم کانډه خپله ده او هم “کاټي” خپل دے ۔ دا خو شوه يو جمله معترضه اوس به بيا را شو د خپلې موضوع لور ته؛ نو ما دا وئيل چې کله مونږ د غني د فن سمندر ته ورودانګو نو دغلته پۀ مونږ دا راز هم افشا شي چې دا سړے کۀ يو خوا د “نسواني حسن” پۀ هره ادا مئين دے نو د “احسن تقويم” سره سره د خپل بصيرت او ژوندي تخيل پۀ برکت هم د فطرت پۀ ويړ کتاب کښې د خپل خالق ژوندي ايتونه لوستلے شي. زمونږ د دغه حسن پرست انسان او د خپل عصر د دغه لوړ فنکار”بينا” سترګې چې کله د سيند سپينو شګو ته پۀ ننداره شي نو ظاهره دغه ساده باده شګو کښې پټ ښائست هم وويني چې شايد يو عام انسان بلکې عام تخليق کار ئې هم نۀ ليدلے شي او نۀ ترې د خپل تخيل پۀ زور يو داسې جانانه محل سازولے شي. دا پۀ ښائست مئين او د لوړ تخيل سختن غني دے چې د سيند پۀ دغه “سپينو شګو” کښې پټ محل رابرڅېره کولے شي داسې چې “دا ټول خرکے جهان” ورته حق دق ګوته پۀ غاښ پاتې شي. وائي:

    د سيند د سپينوشګو نه مې جوړکړو يو محل

    دې ټول خرکي جهان ورته حېران حېران کتل

    قالين مې پکښې خورکړو د سرو پاڼو د ګلاب

    وچت ئې ديوالونه د سازونو د رباب

    بيا رنګ مې ورله ورکړو د خوبونو د شباب

    هر ګل مې ورله را وستو ماليار مې کړو بلبل

    (جاري)

    کليات صفحه نمبر٥٨٣

    غني چې د خپل “غني” تخيل پۀ زور د سيند د سپينو شګو نه کوم خيالي محل ساز کړے او بيا ئې پۀ خپل دغه خيالي محل کښې د خپل رنګين فن کومه رنګيني اچولې ده، د غني د دغه خيالي “سپين محل” ښکلا، ښائست او سحر د مغلي شاهجهان د حقيقي تاج محل نه پۀ څو چنده سېوا دے ۔ اوس دا فېصله به د “بصيرت” خاوندان کوي چې پۀ دغه دواړو کښې حقيقي محل کوم يو دے، دغه پۀ ظاهره “حقيقي” او کۀ نۀ د غني دغه “خيالي” ۔

    غني خو دومره د رنګين تخيل څښتن دے چې کله د ورخاړي ګلونه هم ستائي نو خپله د “ورخاړي ګلونه” هم دغه جانانه انداز ته ګوته پۀ خله پاتې شي. خبره د ګل او ګلونو راغله نو دغني خان دښائست او جمال دتصور پۀ حقله زلمے نقاد او دانشور فېصل فاران پۀ خپل يو مضمون کښې ليکي چې “…….. هم دغسې د غني خان د ښائست تصور د يوې لوې مطالعې جواز لري خو پۀ مجموعي توګه د هغۀ د ښائست تصور د خېر، صداقت، تکميل هم ګزارۍ او يکتايۍ پۀ بنياد ولاړ دے. لکه د نظم “د ريدي ګل” تجزيه چې مونږ کله کوو نو دې کښې چې کومه لومړۍ خبره مېنځ ته راځي هغه دا ده چې ښائست د يکتايۍ دوېمه نامه ده” ۔

    هغه غلے شان مسکے شو، وې خان مۀ کوه خفګان

    زۀ به دا صحرا ورنۀ کړم دايران پۀ ګلستان

    دلته زۀ يو او يکتا يم هلته زر زما پۀ شان

    چار چاپېره سپېرې خاورې، زۀ يواځے يم روښان

    (جاري)

    حواله مياشتيزه “پښتون”

    کۀ چرې مونږ د ښاغلي فاران د رايې سره د اتفاق کولو باوجود د دې نظم جائزه د يو بل اړخ نه واخلو نو دا هم يو حقيقت دے چې د دې نظم قيصه ايز انداز او د ريدي ګل ښائست هم پۀ دې نظم کښې زيات اثر پېدا کړے دے. د غني جمال پرست نظر د خپل تخيل پۀ سترګو د دغه ګل يکتايي او انفراديت سره سره د دۀ ښکلا او زړۀ راښکون هم ويني او د ريدي ګل پۀ سينه کښې د عشق داغ هم او بله دا چې کۀ د دغه ګل پۀ ځاے پۀ دغه صحرا کښې د سرو زرو يا روپو ډېرے پروت وے يا بل کوم ډېر قيمتي مادي څيز وے نو شايد چې هغې څيز د غني د سينې داسې اثرناک نظم نۀ وے راويستے او دا ځکه چې شاعري پۀ جذبو کېږي ۔ کۀ د يو مالداره سړي د اوبوجهاز پۀ سمندر کښې غرق شي نو هغه دغه جهاز سانده کولے نۀ شي ولې کۀ پۀ جهاز کښې د يوې پېغلې ځوان (مزدور) چنغول يا محبوب شهيد شي نو هغه دغه درد سانده کولے شي او بيا غني چې مال څۀ چې بادشاهي هم داسې ولي لکه “سُوټې پۀ ډېران” ۔

    اصل کښې د شاعرۍ محرکه جذبه يا خو د زړۀ سوے دے يا مستي او يا جمال پرستي.

    هسې خو د غني کلام د مظاهر فطرت د ښکلاګانو او د دغه ښکلاګانو د ستائينو نه ډک دے خو زۀ به د هغۀ د څو نمائنده نظمونو څوټوټې را اخلم او ددغه ټوټو پۀ بنياد به دا خبره لوستونکيو ته مخې ته ږدم چې د غني د تخيل باز د فطرت د ښائستونو پۀ ګلدرو کښې پۀ کوم جانانه انداز الوت کړے دے، څنګه پکښې لے پۀ لے ګرځېدلے او څنګه ئې د دغه ښکلاګانو نه نوې نوې معنې را ويستي دي ۔ کۀ مونږه لويديز شاعران پۀ خصوصي توګه د رومانوي دور شاعران لکه کيټس، شيلے اوبائزن وغېره ولولو نو د دغه ټولو شاعرانو پۀ شاعرۍ کښې هم فطرت او د فطرت ښائست د خپلو خارجي او طبعي وجود سره موجود دے خو دوي اکثر هم پۀ دغه خارج او وجود کښې نښتي دي. بائزن کله کله د “وجود” نه پۀ اخوا ورځي البته د ورډز ورتهـ او دنيم روماني او نيم کلاسيکي تخليق کار ګوئټے خبره لږه بل شان ده. اکثر روماني شاعران د سطحيت ښکار دي خو غني تش د فطرت خارجي وجود نۀ ستائي او بله دا چې انداز ئې هم ډېر”جارحانه” او “اتشي” دے ۔ عاجزي او مجهوليت ئې پۀ کتاب کښې بېخي نشته او دا ځکه چې هغه يو پښتون او جرات مند تخليق کار دے ، د خپل ذات (پښتون ذات) جلال او جمال ويني او هم پۀ کښې د خپل جانان دوجود نخښې نخښانې ۔ کله چې غني د خپل تخيل پۀ زور الوت کوي نو د فطرت هره پاڼه او هر ګل ورته سلامي ودرېږي او بيا د هغۀ بينا سترګې پۀ دغه پاڼو او ګلونو کښې هغه څۀ وويني چې د ملا سطحي نظر ئې مخې ته پروت د کتاب پۀ پاڼو کښې نۀ مومي. پۀ لومړۍ مرحله کښې د ګل اهميت او عظمت پۀ ګوته کوي، بيا ئې پۀ جدايۍ او بندي خانه کښې د بېلتون درد رامخې ته کوي او ددې نه پس ئې بيا د خپل “جانان” د معرفت مضبوطه ذريعه او وسيله ګڼي، دا درې واړه کېفيتونه هم ولولئ:

    ګل چې خاورې شي هم ګل وي

    ګل چې سور وي هم ګلاب وي

    يو مهتاب او زر وريځې

    بيا هم سپين خندان مهتاب وي

    (کليات صفحه ١١٤)

    د نظر بندۍ پۀ حالت کښې ئې جمالياتي حس او جمال پرسته زړۀ ډېر زيات مضبوط او بې تابه دے ځکه چې پۀ بهر دنيا کښې پۀ ازادۍ سره د مظاهر فطرت ننداره نۀ شي کولے او د ازاد خياله غني د پاره د دې نه بله کومه غټه سزا نۀ شي کېدلے ځکه خو خپل جانان رب ته ډېر پۀ ګيله من انداز مخاطب دے او وائي:

    ړندې سترګې د بت ښې دي ځان بېلل سترګې نظر

    ستا د حسن لېوني له، نۀ شبقدر نۀ اختر

    ستا د نور وږي جهان کښې، نۀ سپوږمۍ شته اونۀ نمر

    ستا عاشق پۀ درد لړلے، د ازغو تاج ئې پۀ سر

    (کليات صفحه ١١٩)

    هم د بهکنوتر د نظربندۍ پر مهال کښې پۀ جلال نومې نظم کښې پۀ يو مقام داسې ګويانه دے:

    چې دا روح مې پۀ ښکار ووځي د رنګونو د خوبونو

    کۀ نور نۀ وي د تيارو زۀ، رنګيني نورو نه جوړ کړم

    چې د خېشت شمه لېواله، د صحرا هره ذره کښې

    پۀ زرهاو بوستانونه، پۀ لکهاؤ ګلونه جوړ کړم

    چې زۀ وږے د ارمان شم د سپرلي پۀ سپين سبا کښې

    بې حسابه ماښامونه بې پايان غمونه جوړ کړم

    (کليات صفحه ٥٦٢)

    دا هم ډېره عجيبه او د کمال خبره ده چې “جبريه” غني چرته هم دمجهوليت او مکمل مايوسۍ نۀ ښکار کېږي، د حالاتو لوړې ژورې راځي خو د هغۀ پۀ ذات کښې د دې هرڅۀ باوجود دغه مضبوطه رجائيت پسندي او اميد پرستي هم د هغۀ د جمالياتي حس پۀ لار د خپل “جانان” سره د کلک تړون پېداوار دے لکه چې پۀ “پلوشه” نومې نظم کښې وائي:

    د وېرې تور ځنګل کښې يوه زرکه پۀ خندا

    يو څاڅکے د امېد د ناامېدوپۀ دنيا

    رنګين د بوډۍ ټال د توروشګو پۀ صحرا

    مستي ده کۀ ځواني ده کۀ دلبر دے کۀ الله

    (کليات صفحه ٥٦٤)

    دلته د خان تخيل، د هغۀ جمالياتي توان او رجائي طبعيت ځانته پۀ توره تيارۀ کښې د اميد او رجايو داسې جمالستان او يوه داسې روحاني (خيالي) دنيا جوړه کړې ده چې جرړې ئې پۀ مظاهر فطرت کښې ترلرې لرې ورغلي دي او تړون ئې د “جانان” د ذات سره ښۀ کلک دے، شېخ سعدي بابا لا ډېر پخوا وئيلي وو چې:

    برگ درختان سبز در نظر هوشيار

    هر ورق د فتراسيت معرفت کردگار

    خو کۀ د دولسمې عيسوۍ د شيراز دغه بلبل ژوندے وے او د شلمې پېړۍ “صاحب دل” غني ئې ليدلے او اورېدلے وے نو د خپل دې شعر لومړۍ مصرعه ئې چې شايد داسې ليکلے وے.

    برگ درختان سبز درنظر “صاحب دل”

    ځکه خو زمونږ دغه “صاحب دل” او “صاحب نظر” تخليق کار د زمانې شېخ ته وائي:

    سترګو د جانان کښې کله کله د ګل پاڼوکښې

    زۀ ئې هر ځاے وينم شېخه جوړ که جومات نورو له

    (کليات صفحه ٤٤٤)

    او دا چې:

    ما پۀ ګل کښې وليد

    چې تۀ ئې نۀ مومې کتاب کښې

    (کليات صفحه ٥٦١)

    د خپلې لور “شاندانې” پۀ حواله د مظاهر فطرت پۀ غېږه کښې داسې ګويانه دے.

    او يوه ذره د نورده

    شوه درياب کښې د خېشت ډوبه

    (کليات صفحه ٦١٠)

    کۀ څوک د نظر خاوند د دې نظم روح ته ورکوز شي نو پوهه به شي چې دا فنکار”د يوې عامې او فطري خبرې” روح ته پۀ کوم انداز ورکوزېږي اوپۀ اشارو کنايو کښې څومره ژوره خبره پۀ څومره جانانه انداز کښې کوي.

    غني چې د صحرا، ريدي، بورا، لولکۍ، تورانۍ، سپرلي، نرګس، ياسمين سره بېخي لکه د محبوب رومانس هم کوي، مکالمې ورسره هم کوي او د خپل تخيل پۀ زور د دغه “مظاهرو” نه نوې نوې معنې هم را وباسي او داسې ئې علامتي او اشاراتي انداز کښې پۀ کار راولي چې علامت د حقيقت او حقيقت د علامت بڼه ونيوي. هغه کۀ د پښتنو پۀ لاسونو کښې د عبرت ائينه هم ورکوي نو د فطرت د ښکلاګانو او د خپل تخيل پۀ جانانه اسلوب کښې ئې ورکوي لکه چې پۀ خپل “ځوانه” نومې نظم کښې وائي:

    سوے باغ تالا ګلشن دے

    مړاوے ګل خاورې چمن دے

    ۔ ۔ ۔

    د دې باغ خاورې را واخله

    ترې نه نوے بستان جوړ کړه

    (کليات صفحه ٦٢٣)

    دلته د اميد، حرکت او حرارت پېغام پۀ دومره ښائسته انداز کښې ورکړے شوے دے چې هم سړے ژړوي او هم ئې عمل ته چمتو کوي. ځکه چې شاعر د فطرت ښائسته لمنه کلکه نيولې ده.

    هغه دانسان د عظمت او د دۀ د تخليقي قوت منونکے دے ځکه نو د فطرت پۀ وجود کښې د خپل تخيل رنګونه اچوي.

    پۀ مظاهرفطرت کښې د “باد نسيم” سپوږمۍ او ستورو سره خو سمې لکه د يو مست ماشوم لوبې کوي او پۀ دغه لوبو لوبو کښې د خپل عصر سترې فن پارې تخليق کوي. هغه کۀ د خپل “جانان رب” نه دعا هم غواړي نو د خپلې لېونۍ مينې پۀ زور ئې غواړي او پۀ دغه دعا دعا کښې هم د فطرت يو زړۀ راښکونکي مظهر سره ئې پۀ دې ډول را تړي.

    زۀ ئې پۀ غرور درنه د مينې پۀ نوم غواړمه

    زۀ ملنګ بې نيازه ستا د وير واوېلا نه يمه

    يو د سپوږمۍ څاڅکے درنه ټيک لۀ ديار غواړم

    زۀ يم د خوبونو، د لالونو ګدا نۀ يم

    (کليات صفحه ٣)

    د فطرت او مظاهرفطرت سره چې چرته هم د هغۀ جمالياتي حس غاړه ورکړې ده نو د رنګ او نور يو داسې جمال اباد ئې اباد کړے دے چې سړے ورته ګوته پۀ خولۀ پاتې شي.

    يوټکي د رنګ کښې درياب رنګا رنګ

    يو څاڅکي دساز کښې هم سوز او هم شرنګ

    يو چونګ کښې د خاورې مستي او غمونه

    پۀ لپو اېرو کښې ښارونه د نور

    د هر ګل پۀ شونډو رازونه د طور

    خاورينه څرمن کښې خند او سرور

    (جاري)

    (کليات صفحه ٧)

    لکه دهر ستر تخليق کار د غني د بصيرت سترګې هم پۀ قطره کښې اباسين او اباسين کښې قطره لېدلے شي چې دغه پورته ټوټه ئې غټ ثبوت دے.

    کله چې د هغۀ فکر سرنه تر پښو سوال سوال شي او هغه د “حېرت” د کېفيت سره ورمخ کړي نو دغلته د هغۀ د فن شباب د کتو وي ځکه چې “مازغۀ” سوالونه راوچتوي او “مومن” زړۀ جوابونه ورکوي او د دغه “باطني” اوېزش پۀ نتيجه کښې چې کومه ښائسته شاعري رازېږيږي د هر چا د زړۀ د زرا او د فکر حېرانتيا وګرځي خو دغلته هم هغۀ د مظاهر فطرت لمنه کلکه نيولې وي او خپل “جانان رب” ته پۀ ډېره بې باکۍ او بې تکلفۍ سره وائي:

    څومره مينه مستي درکړم ادب څومره؟

    څومره تا دلدار جانان کړمه رب څومره؟

    ۔ ۔ ۔

    دا سپوږمۍ چې کل جهان حېران حېران کړي

    دا پوهېږي د خپل نور پۀ سبب څومره؟

    (جاري)

    (کليات صفحه ٨)

    هغه پۀ ډېر جرات خپل “جانان” ته د خپل “حد” فرياد کوي او دا ورته هم وائي چې کۀ ما نه د خپل ځان د معرفت طمع کوې نو اول خو راله “سترګې ستا دليدو را” کنه، کله کله خو هغه ډېر تريخ حقيقت د يو زوراور سوال پۀ صورت کښې رامخې ته کړي خو دغلته پۀ دغه ترخو کښې هم د مظاهر فطرت جمال داسې پۀ هنر پېري چې انسان ورته حق دق پاتې شي، وائي:

    زۀ خو ګل او چمن او شراب پېژنم او بهار پېژنم او خزان

    زۀ شړنګ او رنګ او کباب پېژنم، نۀ ګناه پېژنم نۀ شېطان

    او هم پۀ دغه نظم کښې پۀ ګپ ګپ کښې پۀ يو موړ يوه داسې عجيبه نکته رابرڅېره کړي چې:

    څنګه څنګه پۀ يو ګوټ کښې دا جهان او اسمان واچوم؟

    د شبنم څاڅکي کښې څنګه د سيندونو دوران واچوم؟

    زۀ يو تور د تيارې سېورے، تۀ د زمکې اسمان نور

    بې کنار درياب د رنګ ته زۀ يوڅاڅکے د سرور

    (جاري)

    کليات صفحه ٢٨-٢٩-٣٠ )

    “ډنډ” نومې نظم د هغۀ دغه کېفيت نور هم پۀ ښائسته ډول راڅرګندوي.

    ژوند کۀ هرڅومره ګران دے يا ګران کړے شوے دے، سوالونه کۀ هر څومره لاينحل او پيچيده دي خو غني پۀ هر حال کښې د امېد او رجا لمنه کلکه نيولې ده، لکه دتېر نظم پۀ “سپرلے” نومې نظم کښې هم د هغۀ دغه رجائيت د کتو دے وائي:

    بيا سپرلے راغے، بيا ئې پېغام راوړۀ

    د رنګونو، ګلونو او رڼا

    يو سبا راغے، يوه شپه لاړه

    د تيارو، وېرېدو او ارمان

    يو زيړے ګل مې ماښام وليد

    سلامونه ئې کول د جانان

    (کليات صفحه ٣٦)

    د غني جمال پرست زړۀ د فطرت پۀ ښکلي مخ بدرنګه تور داغ هم نۀ شي ليدلے. د خزان تصور او د باغ د تالاکېدلو فکر د هغۀ د روح نه کله کله د اس او ياس يو عجيبه کېفيت هم را بهر کوي.

    غرض دا چې هر طرف ته خوشحالي وه

    خوشحال کۀ خوشحالي وه دمالي وه

    څۀ خبر وم چې خزان به مې بربادکړي

    دا زما همېش خندان زړۀ به ناښاد کړي

    (کليات صفحه ٤٦)

    لنډه دا چې د غني جمال پرسته روح د فطرت د مظاهرو سره دومره کلک تړلے دے چې پۀ نا امېدۍ کښې هم د هغۀ حوصلې او اعتماد چرته ځان بائيللے نۀ دے او دا ځکه چې هغه د دغه مظاهرو پۀ وسيله د خپل “جانان” لمنه کلکه نيولې ده. مظاهرفطرت کښې کۀ درياب دے او کۀ ابشار، کۀ سپوږمۍ ده او کۀ لمر، د شنو اوبو شين ډنډ دے او کۀ د سيند پۀ غاړه پرتې سپينې لکه سپين زر خورې شګې، د غني رسا نظر ددغه هرڅۀ روح ته د دوي د وجود پۀ لار سره د خپل وجود ورکوزېږي . د هغۀ ژوندے تخيل ورسره لوبې کوي او ددغه “مظاهرو” د قدرت د دغه انځور ګرۍ کوم جانانه اظهار او د دغه جانانه اظهار پۀ زور چې هغه د ژوند،رنګ او نور نه کوم برجق تخليق کړے دے، زمونږ د مور ژبې لويه سرمايه ده.

    کتابيات:

    Essay From Basie Selection From

    Emerson Edited by Edward.

    Published by the Now American Library Now York 1954

    د غني کليات خپرونکے د قومونو او قبائيلو وزارت د نشرياتو د رياست کابل ١٩٨٥ز.

  • د ژوند ابتدائي مفکورات – مولانا خانزېب

    د ژوند ابتدائي مفکورات – مولانا خانزېب

    د زمانو زمانو نه پوهان پۀ دې لټون کښې دي او خپلې څېړنې ئې کړې دي چې د ژوند شروع څنګه شوې؟ ژوند د نړۍ پۀ سر د زمان پۀ ټاټو کښې څنګه پرمختېا کړې؟ انسان د ژوند د ارتقا پۀ پوړو د څومره ستونزو نه راتېر شوے؟ او تر نن وخت د سائنسي دور د بام نه مخکښې د ژوند د احساس پۀ لټون کښې دے د کومو غورځو پرځو سره ښکر پۀ ښکر پۀ ډغره پاتې شوے؟ کۀ پۀ انسان هرڅومره کړوسې تېرې شوي خو دا يوه خبره د انسان د ستر والي لوے دليل دے چې انسان پۀ هره زمانه کښې خپل ځان ژغورلے،ډېر لوېدلے پاڅېدلے خو خپل ځان ئې ساتلے، ډېر داسې زنده سر وو چې د انسان نه پۀ جوثه کښې ډېر کلک وو خو هغه ځانګړتيا او امتياز چې د انسان سره د عقل پۀ شکل کښې موجود وه د نور چاسره نۀ وه او هم دغه د عقل، فکر او تدبر کمال ؤ چې انسان د هر وخت د څرخکي د ډغرو نه د خپل هنر پۀ لامبو را تېر شوے او نن د سائنس ، ټېکنالوجۍ او خلائي راکټونو پۀ زانګو کښې ټالونه وهي . خو دا يوه نيمګړتيا لا چې شته، سره ددې دومره، مفاخرو، لا انسان خپل نسل د ژوند د دردونو او څپېړو نه هغه شان نۀ دے بچ کړے چې څومره پکار وه بلکې پۀ زرګونه کاله پخوا هم انسان د انسان دښمن او بدخواه ؤ او نن هم دے. پرون هم انسان وږے تږے او نيست من ؤ، نن هم دے. پرون هم انسان د سکون او اطمينان پۀ لټون کښې ناقلاره ؤ او نن هم سرګردان دے. انسان خپل ژوند د سائنسي ستړو پۀ زور يقيناً چې ډېر پرمختللے کړو. د ژوند ډېرې اسانتیاوې ئې لاس ته راوړې خو د انسان کړاؤونه لا پۀ کمېدو او ختمېدو نۀ دي بلکې ورځ تر ورځې پۀ زېاتېدو دي. کۀ دا ووايو نو بېځايه به نۀ وي چې انسان پۀ نفسیاتي توګه د پخوا نه اوس ډېر سرګردان دے. کۀ مونږ وګورو چې د تمدن نه مخکښې انسان د ژوند د کومو کړاوونو سره مخ ؤ او پۀ راتلونکي کښې دا ادم زاد کومې ارادې لري او نور کوم کوم څۀ د دۀ مخې ته د الوت پۀ لور واز کومې پراتۀ دي؟ دا هغه پوښتنې دي چې د انسان د تېر ژوند د تاريخ برخه پاتې شوي، دا کومې د عقيدې نه بلکې د تاريخ او سائنس پۀ رڼا کښې د څېړنو وړ خبرې دي چې مقصد ترې د انسان د ژوند ډوب اړخونه معلومول او د راتلونکي لپاره د دۀ د پام بام څرګندېدے شي. د انساني سوچ او تدبر ارتقا دا يوڅرګند حقيقت دے چې قران هم دې ته اشاره کوي ،وتلک الایام نداوالها بین الناس، د ژوند د وخت شېبې مونږ اړوو راړوو، پښتانۀ وائي دنيا د اړټ منکوټي دي، کله تش او کله ډک.

    د نن نه زرګونه کاله پخوا کله چې انسان پۀ ټولنه کښې لږه مخه وکړه، د پېداوار ډول ډول اوزار ئې جوړ کړل او امدن پۀ ډېرېدو شو نو نوي مترقي قوتونه د غلامۍ د نظام د پېداواري اړيکو پۀ لړمون کښې تنګ شو او ورسره پۀ ډغره شو او د دې ډغرو پۀ نتيجه کښې رو رو پېداواري تعلقاتو کښې هم بدلون راتلو نو د غلامې ټولنې پۀ ځاے جاګيرداري مخې ته راغله او دغه فيوډل ازم پۀ ټولنه لکه د کور د ځېلو خور شو . کۀ دغه جاګيرداري پلمې هرڅومره خورې ورې شوې خو انسانيت پکښې بيا هم د غلامۍ او لوېدلو نه خلاص نۀ شو بلکې دغه خويونو او دودونو نوره هم وده وکړه . د انسان ځبېښاک پکښې نور هم ډېر شو خو د جاګيردارۍ پۀ نتيجه کښې د انسانانو د يو بل سره اړیکې بدلې شوې او پېداوار هم ډېر شو. د ښارونو جوړېدل پېل شو، ورسره صنعتونه هم مخې ته راتلل . د غلامۍ دور کښې ژوند کليوال ؤ، پېداواري عمل کم ؤ خو پۀ جاګيردارۍ کښې زياتوالے راغلو نو کلي پۀ ښارونو وربدل شو. د ښاروالۍ سره د ژوند ژواک د ضرورت څيزونو ته اړتيا ډېره شوه نو صنعت هم پۀ پرمختګ شو او تجارتي اړیکې هم پۀ ډېرېدو شوې. د دغه مالونو د ډېر خرڅ لپاره د بهر د منډيانو تلاش هم شروع شو، د منډيانو لپاره ډېر مال پکار ؤ او د ډېر مال لپاره د ډېرې سرمايې ضرورت ؤ ! دغه صنعتونو ته د خام مال ضرورت هم ډېرېدو، د نورو وطنونو نه سرۀ او سپين به هم راوړل کېدل چې پۀ نتيجه کښې ئې د شپاړلسمې پېړۍ نه د جاګيردارۍ پۀ لړمون کښې سرمايه دارانه نظام ،کېپټل ازم، زېږون وشو. د نړۍ بې وزله او شاته پاتې قامونه د زورورو د استعمار د مستعمراتو پۀ لمن کښې پرېوتل شروع شو او دغه زورورو پۀ هر لور نوي نوي مقبوضات جوړ کړل چې پۀ نتيجه کښې پۀ پېړو پېړو ددغه وطنونو پۀ وسائيلو چور تالان ګډ کړے شو . واک حکومت د جاګيردار لاس کښې او سرمايه تجارت د سرمايه دار لاس کښې وه نو ځکه ددې جدل هم لازم ؤ. سرمايه دار طبقه د مترقي قوتونو نمائنده وه او جاګيرداري د وروستو پاتې قوتونو. د هندوستان پۀ وچه وړه د پېرنګي د بريا او دلته د خلقو د ښکېل کولو لامل هم دغه ؤ چې دا ټولنه پۀ روايتي ژوند کښې پرته وه او د نړۍ د سیالۍ د نوي پاڅون او الوت نه ناخبره او اودۀ وه. د جاګيردارۍ پۀ غورځيدلي دېوال سرماېه دارانه نظام خپل برج جوړکړو. پۀ لوېديځ د سرمايه دارانه نظام راج شو او پۀ اېشيا، افريقا او لاطيني امريکا ئې هم ددغه اسبابو پۀ اساس قبضه ګيري وکړه. خو بل خوا سرمايه دارانه نظام هم خپل يو بل نظام د ځان دننه وزېږوو چې د بورژوا پۀ ضد پرولتاريا طبقه د مزدور پۀ شکل کښې د سرمايه دار هم ضرورت ؤ او هم مجبوري. دغه مزدور طبقه د وخت سره خپل چاپېریال د سیاست او اجتماعي مټ پۀ زور ډېره قوي کړه چې تر د انقلاب پورې نتائج ئې هم ورکولے شو. پۀ يورپ کښې چې دجاګيردارانه نظام زوال شروع شو او دمېنځکوره طبقې دانقلاب نه پس څومره چې سرمايه داري نظام خورېدو او طبقاتي تفريق زیاتېدو او د دې نه علاوه چې د سرمايه دارانه پېداوار طریقو د خپلې انارکي او اړي ګړي اثرات ښودل نو د يو داسې نظام مفکورات ټوله نړۍ کښې زياتېدل چې پکښې د طبقاتي وېش خاتمه وشي او انساني وګړي پۀ يو ټغر د مساوات پۀ خوان راټول کړي .

    د موړ او وږي فرق د مېنځه وځي او يوه داسې ټولنه جوړه شي چې پکښې ټول وګړي برابر شي او د لوټ مار او استحصال ټولې لارې بندې شي .

    ددغه خيالاتو ابتدا پۀ اتلسمه پېړۍ کښې شوې وه او فرانسوي فلسفیانو پۀ دې سوچونه شروع کړي وو. ددې سره د يورپ نورو فلسفیانو هم پۀ دې سوچونه کول او د خيالي جنتونو جوړولو کوششونه به ئې کول.

    ليکن د نورلسمې پېړۍ مېنځومانه کښې د نړۍ د انسانانو لوے خواخوږے کارل مارکس او د هغۀ ملګري فرېډرک اېنګلز د بشري کاروان ابتدا نه واخله تر دې دمه پورې د ټولې زمانې فلسفې، منطق، معاشياتو، اوسائنس لنډه دا چې د ټولو ممکنه علومو ژوره کتنه لوستنه وکړه او پۀ ټولنيزو ستونزو ئې پۀ اول ځل لپاره پۀ علمي او سائنسي انداز کښې غور وکړو. د هرڅۀ تجزيه او بیا د هغې ممکنه نتائج ئې را وويستل او پۀ دغه ډول ئې د يو معاشرتي سائنس بنسټ کښېښود چې ورته مارکسېزم وئيلے شي .

    پۀ وړومبي ځل هغوي دا حقيقت څرګند کړو چې ټول کائنات پۀ حرکت کښې دے، هر څيز پرله پسې پېدا کېږي، کمال ته رسي او بیا زوال پذير شي او ختم شي.دغه ارتقائي لار پۀ هره زمانه کښې انسان هم خپله کړې. دغه رنګ ددغه څرخکي نه جاګيدردارانه نظام هم تېر شوے ، سرمايه دارانه او پانګه وال نظام به هم يو ورځ ددغه لار مسافر شي او د نړۍ زپلي وګړي به ترې خلاص شي او ممکن به شي چې د نړۍ هر وګړي ته به بيا بدله بقدرې محنت يا ضرورت ملاؤ شي او د نړۍ د وګړو به پۀ برخه وال نظام اډاڼه جوړه شي. دغه مزدور طبقه د وخت سره ډېره پیاوړې شوه او د سرمايه دار نه ئې د خپلو حقونو لپاره ستره مبارزه پېل کړه . دا ځکه چې د سیاسي مبارزې نه پرته بله کومه لار نۀ وه. تاريخ مونږ ته دا ښائي چې تر اوسه کله هم چا بادارې طبقې خپله باداري خواه کۀ هغه اقا ګان،جاګيرداران وو او کۀ سرمايه دار ، خپله باداري پۀ خوښه او پۀ سوله هېڅ کله يو اولس ته نۀ ده پرېښې . بلکې هغوي تل د خپلې بادارۍ ساتلو د پاره تشدد، اخ وډب او د اولس وېشل استعمال کړي دي. دې سره تاريخ مونږ ته دا هم ښائي چې محکومې او مظلومې زپلې طبقې چرې هم خپله قامي خپلواکي پۀ درخواستونو د وفادارۍ پۀ څوګندونو او د رحم پۀ اپيلونو نۀ ده اخستې. فرعون، حضرت موسي د قام پۀ چغه او د خپل قام د خلاصي پۀ غږ وېرولے ؤ.

    کارل مارکس وائي ! مونږ خو نۀ د بادارې طبقې نه رحم غواړو نۀ ترې دا طمعه ساتو چې پۀ مونږ به ئې زړۀ وسوزي، مونږ ته دا هم څرګنده ده چې زمونږ لپاره د دوي پۀ زړونو کښې هېڅ خېر نشته، دوي همېش د مظلومې طبقې خلاف ظلم، جبر او د تشدد نه کار اخستے او زمونږ هم پۀ دې غوږونه خلاص دي چې د دوي څخه به ځان پۀ نره او قامي يووالي خلاصوو. دا د تاريخ سبق دے او هم د نړۍ د وګړو د تاريخ نچو دے. سبط حسن د سوشلزم پۀ اړه ددې ډنډورې چې ګينې پۀ دې نظام کښې شخصي ملکيت بالکل نۀ وي وائي چې ملکيت دوه ډوله دے، يو د ذرائع پېداوار اختيار او دوېم د اشياء صرف اختيار. سوشلزم د ذرائع پېداوار د ذاتي ملکيت تنسيخ راولي او دا د رياست ملکيت ګرځوي چې هرکس د خپل محنت او کړاو پۀ اندازه ګټه وټه ترلاسه کړي، لکه زمکه،معدنيات، کارخانې، بېنک وغېره . دغه سوشلزم د امروزه ژوند څيزونه د ملکيت نه وباسي بلکې دغه ملکيت کلک وي چې د بده مرغه پۀ سرمايه دارانه نظام کښې اولس پۀ عامه توګه ددغه څيزونه نه بې برخې کړے شوے وي لکه رخت، کور، لوښي،کتاب، د زنانه سره د ژوند سماجي اړيکه، د ژوند د اسانتيا څيزونه او څاروي وغېره . دا ډول څيزونه پۀ سوشلزم کښې د ګډګرځولو هډوله سوال نشته او نۀ سوشلزم پۀ سماجي ژوند کښې یو شان والے راولي. د ژوند د کړو وړو هر وګړي ته حق ورکوي.پۀ ننني پرمخ تللي وخت کښې چې انسان مريخ ته د رسېدو پۀ زغل کښې دے، خو بل اړخ ته انسان د ژوند د خوندونو پۀ لټون کښې د انسانيت او سړي توب پۀ زغل کښې د مخکښې تلو پۀ ځاے پۀ شا راغلے . د انساني وګړو تر مېنځ د ژوند توپير د ریاستونو تر مېنځ اړي ګړي ان تر دې چې د مذهبونو پۀ نامه هم انسان د ډغرو سره نور ډېر مخ دے. دې ټولو کړکېچونو ته خطرناک شکل ډول ډول وسلو او اېټمي وسلې ورکړے، ددې سره سره انساني ټولنه اوس هم پۀ يو نرواکه ټولنه ولاړه ده، نيم نسل انساني د تورسرو پۀ شکل د ډول ډول ناروا سره مخ دے. کۀ انسان هرڅومره د ژوند د خوند د خونديتوب پۀ لټون کښې مخکښې تلے خو ددې هرڅۀ سره دغه زنانه مخلوق ته د خپل مذهب کلتور او پرمخ تللي سائنسي پرمختګ پۀ رڼا کښې حقونو ورکولو ته تيار نۀ دے . سرمايه دارانه نظام سماجي رسنيو، ټولنيز رسنيو، ورځ پاڼو، مجلو او فلمي شبکو کښې د زنانه نه تش د نمائش يو کالے جوړ کړے چې د نارينه د نظربازۍ يوه ننداره ئې وګرځوي او لکه د يو هټۍ د خرڅ د توکو پۀ شان ئې پۀ نغد ګاهک وپلوري . دغه د بربنډ والي پۀ نامه د ازادۍ غږ د دغه بې وسه او بلواکه مخلوق سره د جدت او ازادۍ پۀ نامه نورې نارواوې وکړې چې پۀ نتيجه کښې زنانه د خپل وس د مالک کېدو پۀ ځاے نورې هم د نارينتوب د زور پۀ ښکېلاک کښې ولوېدې. د سرمايه دارانه نطام لۀ برکته د زنانه جنس پۀ سماجي لوي والي کښې هېڅ کوم دروند والے نۀ ښکاري او دا څېره هم د عمومي نسل انساني سره د زنانه جنس پۀ اړه د غلامۍ او جاګيردارۍ د وخت يو تسلسل دے.

    نننۍ پرمخ تللې نړۍ هم د يوڅو کسانو پۀ لاسونو کښې ښکېل ده. ورځ تر ورځ دغه معاشي ناهمواري پۀ زېاتېدو ده. د تېرو څو کاله څيړنېز راپورونه د انساني ټولنې د راتلونکي پۀ اړه ډېر بوګنوونکي دي ځکه چې وئيل کېږي د نړۍ د انسانانو سره څومره دولت دے نو داد باقي نهه نوي انسانانو د شتمنۍ نه ډېر دے چې د نړۍ د اتۀ کروړه انسانانو سره پۀ لاس کښې څومره دولت دے نو دا د نړۍ د اووه اربه انسانانو د دولت برابر دے. څو کاله وړاندې د درې سوه اتۀ اتیا مالداره خلقو سره چې څومره دولت ؤ نو دا نړۍ د نيمې ابادۍ يعنې څلور اربه انسانانو د مجموعي دولت نه ډېر ؤ. پۀ دوه زره څوارلسم کښې دغه د مالدارو شمېر اتيا او بل کال شپېتو ته راټيټ شو چې ممکن ده څو کاله پس ټوله نړۍ د يو مالداره تن دولت ته خوله پۀ سوال کښېني . د نړۍ ټېکنالوجي خو د انسانانو د اسانتیاوي لپاره لګیا ده خو بل اړخ ته دغه د ټېکنالوجۍ پرمختګ د نړۍ د انسانانو د ځبېښلو باعث هم ګرځي. پۀ دې پرمخ تللې نړۍ کښې اوس هم څۀ دوه اربه څلوېښت کروړه انساني وګړي د غريبۍ د کرښې نه لاندې پراتۀ دي او ورځنے امدن ئې د درې ډالره نه هم کم دے . اتيا کروړه انساني وګړي د روزۍ نۀ موندو سره مخ دي. د نړۍ د نيمې ابادۍ سره چې څومره روپۍ دي نو دا د اتۀ لويو مالدارو د دولت نه کمې دي. پۀ امريکا کښې پۀ تېر وخت کښې د سر مالداره خلقو پۀ دولت کښې درې سوه برخې زياتوالے راغلے خو بل خوا د پنځوس برخې کمزورو خلقو پۀ امدن کښې هېڅ زياتوالے نۀ دے راغلے. د نړۍ د غريبو هېوادونو وسائل او خام مال ډېر پۀ کمه بېعه اخستل شي، دغه د شخصي کارخانو مالکان شبکې او څۀ هېوادونه ترې مصنوعات جوړوي او هم بېرته پۀ دغه هېوادنو پۀ ګران نرخ خرڅولے شي . دغه غريب ملکونه ددغه شخصي او سرکاري بېنکونو قرضو ته احتياج من شي چې پۀ نتيجه کښې ئې ډېر زر ددغه ملکونو ټول اقتصاد د خپل ملک د ادارو پۀ ځاے د بهرنو خلقو پۀ لاسونو کښې ښکېل شي. پۀ واک پۀ ظاهره دغه د ملک خلق وي خو پۀ حقيقت کښې اختيار د بل چا وي، دا هغه د سرماېه دارانه نظام د بې وزله هېوادونو د ښکېلاک کولو نوې نوې دسيسې دي چې شکل او انداز خو بدل دے خو ادارې هم هغه سوونو کاله پخوانۍ دي. د زمکې پۀ سر اوس څۀ اووه اربه انسانان دي، څۀ لس اربه انسانانو له د پرمخ تللې ټېکنالوجۍ پۀ برکت روزي پېدا کېدے شي خو دا سرمايه دارانه نظام دومره وږے تږے او لوڅ دے چې پۀ دې شتۀ انسانانو کښې هم درې اربه انسانان د غريبۍ د کرښې نه لاندې پراتۀ دي او ورځنے امدن ئې درې ډالره ته هم نۀ رسي. د مائيکروسافټ کمپنۍ د درې مالداره وګړو سره دومره دولت دے چې امريکا د غريبۍ کمولو لپاره څومره دولت لګوي د هغې نه هم ددوي دولت ډېر دے. د نړۍ د مجموعي دولت څلوېښت سلنه برخه او د نړيوال راکړې ورکړې تجارت څلوېښت برخې پۀ حساب دولت دا د يو څو شخصي بېنکونو او شبکو پۀ لاس کښې ښکېل دے.

    سرماېه دارانه نظام څۀ ناشنا ښکېلاک کړے دے چې خلق څومره غريبان کېږي نو دغه ګټه دغه مالدارو ته وځي . پۀ دوه زره اتۀ کښې چې کوم نړيوال اقتصادي کړکېچ راغلے ؤ نو د هغې نه پس هم د نېستۍ عمومي کچه ډېره شوې خو د مالدارو شمېر هم ډېر شوے. پۀ 2018 کښې د مالدارو خلقو پۀ شتمنيو کښې نهه سوه کربه زياتوالے راغلے خو بل اړخ ته د نړۍ د نیمې ابادۍ پۀ روپو کښې د ورځې پۀ شمېر د پينځه سوه ملينه پۀ شمېر کمے راغلے.پښتانۀ د زمانو نه تراوسه هم دغه د ګډ او اشتماليت ژوند ته ډېر ارزښت ورکوي. د دوي ګودر، ورشو، شاملات،ځنګلې، او غرونه اوس هم ګډ شريک دي . اشر، غوبل ،کليوالي، مړے ژوندے، حجره جومات د دې د ټولنيزګډ ژوند اړخونه دي . د پښتنو د شريکې کور چې پکښې څو وروڼه د خپل مور او پلار سره يوځاے ژوند کوي، پۀ داسې ټبر کښې زمکه او د دې حاصلات د ټولو وي. خرڅونه هم شريک وي او هېڅوک د بل نه ښۀ يا بد ژوند نۀ تېروي.

    سوشلزم يا ” اشتراکيت” هم لکه د کلي، ښاريې او د هېواد پۀ کچه لکه د شريکې د کور يو حکومتي نظام دے چې د نورلسمې ميلادي پېړۍ پۀ پاے کښې د جرمني يو فلسفي کارل مارکس ئې مفکوره ورکړه.

    هغه پۀ دې نظر ؤ چې انسان کله پۀ غارونو کښې اوسېدو او هره ورځ به ئې ځان له ډوډۍ پېدا کوله نو ټولو پۀ شريکه خوړله. هغه وخت ټولو يو شان ژوند کوو. کله چې انسان د خپل اړتيا نه زيات خواړۀ وموندل نو پۀ ټولنه کښې د شته منو او د بې وزلو دوه طبقې پېدا شوې.

    هغه چې شته من وو، د بې وزلو زبېښاک ئې پېل کړو او دوي ئې خپل خدمت ته اړ کړل. پکار ده چې د ټولنې د وګړو تر مېنځ توپير لرې شي. دا يوازې هغه وخت کېدے شي چې د ژوند اسانتياوې ټولو ته برابر پۀ لاس ورشي او د دې لپاره بايد هر وګړے کار وکړي.