Tag: د باچا خان تقرير

  • د پاکستان پۀ دستور سازه اسمبلۍ کښې د باچا خان پۀ تاريخي تقرير کښې د قوم پرستۍ يا (ملتپالنې) د ټکي وضاحت – پروفېسر نور احمد فطرت اچکزے

    د پاکستان پۀ دستور سازه اسمبلۍ کښې د باچا خان پۀ تاريخي تقرير کښې د قوم پرستۍ يا (ملتپالنې) د ټکي وضاحت – پروفېسر نور احمد فطرت اچکزے

    وائي چې کله د پاکستان د دستور سازې اسمبلۍ غونډه پۀ وړومبي وار پۀ کراچۍ کښې پۀ ٢٣ فروري ١٩٤٨ز کښې کېدله نو د غونډې پۀ وړومبي نشست کښې باچاخان د پاکستان د منلو سوګند پورته کړو. پۀ قول د ډاکټر اسرار “جناح صاحب د ډېرې خوشحالۍ نه باچاخان له غېږه ورکړه . جناح صاحب پۀ دغه موقعه ووئيل چې زۀ محسوسوم چې زما د پاکستان خوب نن رښتيا شو. بيا ئې باچاخان لۀ ډوډۍ وکړه او دواړو مشرانو يو بل سره مخ پۀ مخ خبرې وکړې. پۀ پنځم مارچ ١٩٤٨ز کښې چې کله باچاخان د پاکستان پۀ پارلېمنټ کښې د خبرو کولو د پاره ودرېدو نو ټولې سترګې او ټول غوږونه د باچاخان پۀ لور شو” (١)

    دا ډېر اوږد تقرير شوے دے او ستر مشر باچاخان د کراچۍ پۀ پارلېمان کښې خورا ډېرې د کار خبرې کړې دي خو زۀ به د موضوع سره سم دلته يوازې هغه ټکي را واخلم چې باچاخان د قوم ، هېواد او افغان ملت پۀ حقله کړي دي . باچاخان پۀ خپل تقرير کښې ووئيل. ما پۀ څو څو کرته د پاکستان پۀ حکومت واضحه کړې ده چې مونږ به ستاسو پۀ حکومت کښې هېڅ مداخلت نۀ کولو خو بيا بيا دا کوششونه کېږي چې مونږ ته دښمنان وئيل کېږي. د جنګ پرستو دا خيال دے چې دوي سره به زمونږ د زړونو او ذهنونو نه د قوم پرستۍ جذبات لرې شي ما دا خطره محسوسه کړې ده ستاسو کۀ زما پۀ حقله هرڅۀ خيال وي خو زۀ تخريبي سړے نۀ يم يو تعميري بنده يم (٢)

    کۀ چرې تاسو زما د ژوند مطالعه وکړئ نو تاسو ته به معلومه شي چې ما خپل ژوند د وطن، قوم او انسانيت د خدمت د پاره وقف کړے دے. درېمه خبره چې زۀ ئې تاسو ته کول غواړم هغه دا ده چې پۀ ما الزام دے چې زۀ پۀ پښتنو کښې د صوبائيت او جدا قوميت جذباتو ته اشتعال ورکوم پۀ حقيقت کښې تاسو خلق د دې صوبائيت خالقان يئ، مونږ پښتنو خو د سره دا خبره پېژندلې نه………..

    مونږ نۀ پوهېدو چې صوبائيت څۀ څيز دے؟ دا پۀ پښتنو کښې نۀ ؤ. د سندهـ مثال به واخلو ايا پۀ سندهـ کښې هم مونږ صوبائيت پېدا کړے دے . سوال دا دے چې صوبائيت څنګه پېدا شو؟ باچاخان ووې چا درته صوبائيت ښودلے دے؟ صرف پنجابيانو؛ تاسو د اسلام پۀ نوم خلقو لۀ د څۀ وخته پورې دهوکه ورکولے شئ خو د اوږدې مودې د پاره چا نه بېوقوفان نۀ شئ جوړولے. دا د قدرت قانون دے چې هېڅ يو څيز بغېر د څۀ وجې نه پۀ وجود کښې نۀ راځي او دغه شان دا ټول حالات هم پۀ خپله د ځانه پېدا شوي نۀ دي.

    باچاخان ووې مونږ صرف تاسو سره شاملېدے شو د افغانستان سره نه ځکه چې پۀ مونږ زياته دعوي ستاسو ده کۀ چرې دا ممکن وي چې زمونږ بنګالي وروڼه چې د خېبر نه دوه زره ميله لرې پراتۀ دي زمونږ سره نزدې اوسېدے شي. زمونږ وروڼه دي نو زمونږ خپل وروڼه چې پښتانۀ هم دي او مونږ ته نزدې هم دي چې پېرنګيانو مونږ نه شوکولي دي ځکه چې پښتانۀ د هغوي د پاره زيات خطرناک وو. تاسو خو زمونږ وروڼه ياست تاسو ولې زمونږ پۀ متحد کېدو زمونږ نه وېره کوئ. باچاخان ووې چې زمونږ د پښتونستان څۀ مطلب دے؟ زۀ اوس تاسو ته دا مطلب څرګندوم هغه خلق چې دلته اوسي هغوي ته سندهيان وئيل کېږي ځکه چې د هغوي د علاقې نوم سندهـ دے. دغه شان پنجاب او بنګال د پنجابيانو او بنګاليانو دے. دغه شان زمونږ صوبه هم زمونږ ده. مونږ هم يوقوم يو او مونږ پۀ دې ملک کښې شامل يو مونږ دا غواړو چې زمونږ دې هم خپل نوم وي چې خلقو ته پته ولګي چې دلته پښتانۀ اوسېږي. باچاخان ووې چې پښتون د يو قوم نوم دے او مونږ خپلې علاقې ته د پښتونستان نوم ورکول غواړو. زۀ دا وضاحت کوم چې هندوان مونږ ته پټان وائي، فارسي وان مونږ ته افغان وائي. زمونږ حقيقي او اصلي نوم پښتون دے مونږ پښتونستان غواړو مونږ ډيورنډ لائن نه دېخوا ټول پښتانۀ پۀ پښتونستان کښې يوځاے کول غواړو. تاسو پۀ دې معامله کښې زمونږ مرسته کوئ . کۀ تاسو پۀ دې بحث کښې پرېوځئ چې پاکستان به دې سره کمزورے شي نو زۀ دا تسلي درکوم چې د يو سياسي جلا يونټ سره هېڅ کله پاکستان نۀ کمزورے کېږي او داسې نور. (٣) تاسو به پورتني تقرير د اقتباس پۀ سرکښې لوستلي وي چې باچاخان يو ځل پۀ زړۀ پورې او زړۀ وړونکې “وېنا” پۀ منځ کښې ووئيل چې مونږ ته دښمنان وئيل کېږي. د جنګ پرستو دا خيال دے چې د دې سره به زمونږ د زړونو او ذهنونو نه د قوم پرستۍ جذبات لرې شي او داسې نور اوس دلته دا پوښتنه راپېدا کېږي چې پۀ ملتپانه کښې هغه څۀ دي چې دغه د پارلېمان غړي ئې دښمني ګڼي. بل سوال دا هم کېږي چې ايا پۀ رښتيا هم پۀ اسلام کښې قام خواهي يا قوم پرستي ناروا ده؟ لکه زمونږ سياسي ملايان چې د خپل ووټ دزياتولو پۀ خاطر اولس ته پۀ خپلو ناستو کښې پۀ هسکو غاړو وائي چې قام پرستي بت پرستي ده وغېره. زۀ وايم کۀ يوخوا ته د هند د نيمې اوچې (برصغير) پۀ سياست کښې د ملتپالنې پۀ حق کښې ډېر لوے او پرېمانه تبليغ شوے دے نو بلخوا ته د دې ځانګړي ټکي پۀ ضد د محراب پۀ کچه هم دومره “مخالف مجلس” شوے دے چې احاطه کول ئې بېخي ګران کار دے( قوميت او اسلام) ئې د اميرحمزه شينواري د ژور فکرونه کتاب برخه ده. د مخ ١٠٠ نه تر ١١٢ پورې … پۀ دغه قوميت او اسلامي مقاله کښې يوځاے حمزه بابا ليکلي دي. “انفراديت د هرڅيز فطري نخښه ده او اجتماعيت د رياست د ضرورياتو نه پېدا کېږي. اسلام دين فطرت دے او هېچرې داسې قانون نۀ وضع کوي چې هغه د فطرت نه خلاف وي ځکه چې پۀ داسې حالاتو کښې اسلام به هېڅ چرې وده ونۀ کړے شي. د قام مينه د انسان پۀ فطرت کښې ده او هېڅ طاقت دا فکري مينه نۀ شي فناکولے. لېکن اسلام هره فطري تقاضا د يو خاص اندازې پۀ طور ازاده ساتي چې هغې ته اعتدال وئيلے شي . اسلام هره فطري تقاضا ازاده پرېږدي نو بس اسلام د دنيا د ټولو قومونو نه يو مرکزي نظام غواړي او ټولو افرادو ته هدايت کوي چې هغوي به يو څو بنيادي اصولوکښې د اسلامي جمعيت سره متفق شي او بس اسلام د افرادو قامي روايات،امتيازات،تشخصيات هېچرې نۀ فنا کوي بلکې هغوي ته ژوند او ترقي ورکوي” (٤)

    د کله نه چې پېرنګے دې سيمې ته يعنې برصغير ته راغلےدے نو هغوي پۀ سرکاري کچه د هند پۀ نيمه اوچه کښې د دوه قومي نظريې پۀ حقله يو ستر “چال” چلولو او هندي اولس ته ئې دغه ستره دهوکه د اسلام پۀ تبليغ کښې ورکړه. لومړے خو ئې دا (دريا) ووهله چې هندو او اسلام دوه بېل بېل مذهبونه او جدا جدا کلتورونه دي. دوي يو بل سره ګوزاره نۀ شي کولے. دغه دوو لويو مذهبونو ته پکار ده چې پۀ مذهبي حواله سره جدا شي. بل ئې دا ووئيل چې متحده او ناوېشلے هندوستان هم بايد پۀ مذهبي حوالې سره ووئيل شي اوس کۀ دلته مسلمانانو پۀ ځانګړي ډول باچاخان، ولي خان او نورو ډېرو خدائي خدمتګارانو هرڅومره نعرې سورې وکړې چې متحد او ناوېشلي هندوستان سره وېشي ځکه چې د هندوستان تقسيم د هندو تقسيم نۀ دے بلکې پۀ دې وېش باندې مسلمانان دوه درې ټکړې کېږي خو هغه دچا خبره ده چې د پېرنګي د زور ور حکومت او د دوي د مکارو تالي څټو پۀ مقابله کښې د باچاخان ، خان شهيد، خان عبدالولي خان ، غني خان، فضل احمد غازي، فقير اييي، (مرزاعلي خان) او نورو خبره چا اورېده ۔ قاضي ملا عبدالسلام بابا پۀ خپل (سوسن چمن) کتاب کښې ليکي.

    1۔ مشک پۀ خرو بويوې ولې رخسن پرېږده و ګلانوته سوسي دحسن پرېږده

    2۔ انګرېزانو عزيزانو پله اخته کړل غم د داسې غم کوه زکندن پرېږده

    3۔ د خامپو څو غرښاخه پۀ مرګ پاتېږي سرانداب له څۀ ادمه عدت پرېږده” (٦)

    د هندوستان د قومي او مذهبي تقسيم څخه وروسته چې کله داسلام، اسلامي قانون، قران و حديث او اسلامي ورورولۍ پۀ نوم يو اسلامي هېواد د نړۍ پۀ نقشه را ښکاره شو نو دا ملک هم د ارواښاد محمد علي جناح او د دۀ د لومړي تقرير سره سم مخ ته نۀ ولاړي بلکې دلته هم جاګېردارانو،سرمايه داره او مذهبي طبقې خپل يو مخصوص قانون رامنځته کړي. د ١٩٤٧ز لږ وروسته دلته د اسلامي، فلاحي او قومي ملک خبرې پاې ته ورسېدې. دغه پاک سرزمين ځمکه تر ډېره سرزمين بې ائين وچلېدله. تر دې پورې چې پۀ ١٩٥٨ز کښې يوه ورځ ايوب خان پۀ جمهوري او فلاحي هېواد يرغل وکړو او دا ملک ئې د ډېر وخت د پاره پۀ ولقه کښې واخست . تر دۀ وروسته يحيٰي خان قزلباش واکمن شو د دوي پۀ سترو سترو او نۀ بخښونکو تېروتنو پۀ پايله کښې پۀ يو اويا سنه کښې مونږ نيم پاکستان بائيلود او بګله دېش هېواد د شېخ مجيب پۀ قيادت کښې جوړشو. د خبرې مقصد مې دا دے چې د هندوستان د تقسيم وروسته دغه وډهېره ګانو، سرمايه دارانو او فوځي حکومتونو پۀ خپل دور کښې د فلاحي ملک پاکستان “پاکستان کا مطلب کيا لااله الاالله” نعره د مذهبي ګوندونو (لکه جماعت اسلامي او نورو) پۀ کومک ولګوله نو د دغه تش پۀ نوم اسلامي نعرې يا د اسلامي حکومت پۀ نوم يو مذهبي لټرېچرتيار شو. پۀ دغه ځانګړي لټرېچرکښې دا ووئيل شو چې مونږ ټول مسلمانان يو مونږ پاکستان يو ملت يو.مونږ ټولو ته پکار ده چې د خاورې ، ثقافت، ژبې او هېواد خبره ونۀ کړو. د دغه تبليغي مذهبي نعرې سره د هېواد پۀ ټولو ښوونځيو او تعليمي ادارو کښې يواځې اردو او انګريزي ژبې رائجې شوې نورې ټولې قومي ژبې لکه پښتو، بلوڅي، پنجابي، براهوي، هزارګي، فارسي او داسې نورې قومي ژبې او زاړۀ ثقافتونه او ملي تاريخونه شاته کړے شو۔ د (مطالعه پاکستان) پۀ نوم يو داسې جانبداره تاريخ پۀ سکولونو کښې جريان پېدا کړو چې هېڅ يوه خبره او واقعه ئې رښتيا نۀ وه او نۀ ده. پۀ دغه کتاب کښې يواځې هغه خلق اتلان وبلل شول چې پۀ مسلم ليګ ګوند کښې وو.

    حمزه بابا يو ځاے پۀ قوميت او اسلام “کښې ليکي: ” زۀ حېران شم چې د ځينې ځينې خلقو خيالات ولولم چې هغوي ليکلي دي چې پۀ اسلام کښې د قوميت هېڅ حېثيت نشته بلکې ځينې حضرات خو دومره بره لاړ شي چې ووائي چې د قوميت تصور هډو سړے د اسلام نه خارج کوي. د دې قسمه خيالات خو د هغو خلقو وي چې د اسلام د تعليم نه بلکل بې خبره وي او لا د هغۀ خلقو چې د خاص مقصد د پاره د قوميت مخالفت کوي! ليکن زۀ به هغو وروڼو ته ووايم چې اسلام د قوميت مکمل حفاظت کوي او هر چا ته دا موقعه ورکوي چې هغه خپل قامي روايات او امتيازات ژوندي وساتي او کۀ اسلام قومونو ته دا موقعه نۀ وے ورکړے نو هېڅ چرې به قامونو د اسلام چغ ته يا اطاعت ته غاړه نۀ وه ايښې ځکه چې دا به د انساني فطرت نه خلاف حکم ؤ او انسان هېڅ چرې د خپل فطرت نه خلاف منلو ته تيار نۀ دے. پۀ قران کښې راځي (ژباړه)

    “يعني تاسو ټول بنيادمان د يوې ښځې او سړي نه پېداياست بيا خداے ستاسو نه مختلف قامونه او خېلونه جوړکړل د پاره د تعاروف پۀ تاسو کښې ډېر ښۀ دي چې متقي وي”۔

    لېکن دې صاحبانو ته زۀ وايم چې ترڅو د جدا جدا قامونو امتيازي وجود نۀ وي نو د “لتعارفو” عظيم مصداق به څۀ رنګه پېدا شي بيا چې پۀ “تعارفو” کښې کوم عظيم مقصد پروت دے هغې ته خو هډو خيال نۀ کوي زۀ غواړم چې هم د دې ايت نه د قوميت ضرورت ثابت کړم او وښائم چې پۀ دې کښې د الله څومره حکمت پټ پروت دے” (٦)

    نو د ستر حمزه بابا د پورتني عبارت پورې به دا ووايم چې باچاخان بابا خو پۀ اسلام ډېر ښۀ خبر ؤ بيا پۀ اسلام کښې د قوميت پۀ ضرورت هم ډېر ښه پوهېدو ځکه خو يو ځل د پاکستان پارلېمان ته ئې لياقت علي خان ، فېروزخان نون، غضنفرعلي خان او جناح صاحب او داسې نور سياسيون ناست وو. دۀ ووئيل کۀ چرې دا ممکن وي چې زمونږ بنګالي وروڼه ئې د خېبر نه دوه زره ميله لرې پراتۀ دي . زمونږ سره نزدې اوسېدے شي چې پۀ اسلام کښې زمونږ وروڼه دي نو زمونږ خپل وروڼه چې پښتانۀ/ افغانان هم دي او مونږ ته ترټولو نزدې هم دي چې پېرنګيانو مونږ نه شکولي دي ځکه چې پښتانۀ د هغوي د پاره ډېر خطرناک ستاسو( پاکستانيان) خو پۀ اسلام کښې زمونږ وروڼه ياست ولې؟ زمونږ پۀ يو کېدو زمونږ نه وېره کوي. يو ځاے وائي چې زمونږ د پښتونستان څۀ مطلب دے؟ بيا ورته وائي چرې چې پښتانۀ پۀ زيات شمېر کښې اوسي هم هغه ځاے پښتونستان يا پښتونخوا ده. وروسته باچاخان د لياقت علي د پوښتنې پۀ جواب کښې وئيلي دي چې پښتون د يو قوم نوم دے او مونږ خپلې علاقې ته د پښتونستان نوم ورکول غواړو مونږ د ډيورنډ لائن نه دې خوا ته ټول پښتانۀ پۀ پښتونستان کښې يوځاے ليدل غواړو تاسو پۀ دې معامله کښې زمونږ مرسته وکړئ. کۀ تاسو پۀ دې بحث کښې پرېوځئ چې پاکستان به د دې سره کمزورے شي نو زۀ دا تسلي درکوم چې د يو جدا سياسي يونټ سره هېڅ کله پاکستان نۀ شي کمزورے کېدے او داسې نور کۀ مونږ د باچاخان د پورتنۍ وېنا د متن ټکو ته ځېرشو نو دغه ټکي لکه خپله علاقه پښتون قوم، وروڼه، پښتونستان او داسې نور الفاظ هم مونږ بېخي سم پوهه کولے شي. د دغه ټکو څخه مونږ پۀ دې پوهېدلے شو چې پۀ خپله قوميت، قوم پرستي يا ملپتالنه څۀ ته وائي؟ يا د خپلې خاورې، ثقافت، ژبې، ملي شناخت، خپل مثبت رواجونه ،حجره، جومات او داسې نور څيزونه پۀ پښتونخوا کښې پۀ خپل ملي او قومي کلتور کښې څومره اهميت لري؟ او خپل دغه ملي، قومي روايات او امتيازات بايد ولې وساتل شي. حالانکې زمونږ اوسنے محراب خو (داسلام پۀ نوم) غواړي چې مونږ خپل هرڅۀ ته شا کړو او دلته پردے کلتور د بېلګې پۀ ډول عربي کلتور ومنو حال دا چې اسلام مونږ ته د عربي کلتور د هڅولو توصيه نۀ کوي بلکې اسلام مونږ ته د الله او د هغۀ د رسول (ص) د منلو نصيحت کوي. وائي چې کله پېغمبرصلي الله علېه وسلم پۀ مکه شريفه او مدينه کښې د اسلام سپېځلے دعوت پېل کړو نو خلقو ته ئې د عقايدو د سمېدو ووئيل . حضور اکرم قرېشي اولس امن ته رابولي. د هغه ناوړه رواجونو څخه ئې منع وکړه چې هغه خلقو تاوانونه پېښول. محمد صلي الله علېه وسلم خلقو ته د حلالو او حرامو فرق ورښودو.

    پۀ مونږ کښې چې څوک وطنپاله سياست کوي (اوس لکه قام پرستان او داسې نور) نو خلق پۀ داسې خلقو قسم قسم تورونه لګوي. څوک وائي چې دا خلق لساني سياست کوي، ځينې وائي چې دا خلق تنګ نظره دي او ځينې خو لا دا وائي چې دغه خلق د تعصبه ډک دي وغېره . وائي چې باچاخان بابا وېنا کوله نومسلم ليګي فېروز نون ورته ووئيل چې زۀ د پېښور نه تر چټاکانګ پورې ټول مسلمانان يوځاے ليدل غواړم . بيا وائي چې باچاخان ورته ووئيل خو بيا کۀ د ټولو پښتنو علاقه يوه شي نو چا ته څۀ اعتراض دے؟ هم هاغه پښتانۀ چې پېرنګيانو زمونږ نه بېل کړي دي شوکولي ئې دي دا څنګه د اسلام خبره ده؟ او بيا وائي فېروز نون ورته ووئيل “اور پهرتم افغانستان مين شامل ہوجاوگے”

    اوس نو دا څۀ فېروزخان نون او نورو پرې پروپېګنډه کوله نو به وئيل چې پاکستان يو قوم دے يا اوس هم داسې خلق شته چې وائي ( هم ايک پاکستانى قوم هين) تر دې پورې فېصل فاران د حمزه بابا د کتاب ژور فکرونه ١٤٠ مخ څخه حواله را اخلي ا و ليکي “زمونږ برادران وطن د اسلام ترشا د پښتون قوميت بنيادونه راوباسي او ټول پاکستان ته يو قوم وائي چې بېخي د فطرت خلاف خبره ده. د اسلام د قوميت سره هېڅ تړون نشته. اسلام يو حزب يا ډله ده لکه څنګه چې مولانا مودودي هم پۀ خپل کتاب “رياست” کښې ليکلي دي چې قوم صرف د نسل، ژبې، وينې اوجغرافيائي حالاتو نتيجه وي او حزب يا امت کښې د هرې ژبې او قوم انسانان وي” (٧)

    بل د قوميت مخالفين دا هم وائي چې اسلام کښې د عرب او هم تور او سپين هېڅ فرق نشته بلکې اسلام د امتياز ريښې ورانوي لکه اقبال چې وائي.

    جو کرے گا امتیاز رنگ و خون مٹ جائے گا

    د داسې بې ځايه دليلونو پۀ حقله هم حمزه بابا جواب وئيلے دے”دويم دليل د قوميت د مخالفينو سره دا دے چې حضور اکرم (ص) د مکې د فتحې پۀ ورځ فرمائيلي وو چې تاسو ټول د ادم اولاد ياست او ادم د خاورو نه پېدا شوے ؤ پۀ تاسو کښې د عرب پۀ عجم او د تور پۀ سپين هېڅ فضيلت نشته. پۀ تاسو کښې افضل هغه دے چې عمل ئې ښۀ وي. د دې نه د قوميت نفي ويستل څومره کم فهمي ده. د دې مطلب خو دا دے چې څوک پۀ دې وجه خپل قام د نورو نه ښۀ نۀ ګڼي چې هغه قرېش دے يا ترک دے يا پښتون دے نو دا خبره د هغۀ د فضليت لپاره هېڅ سمون نۀ لري او حقيقت هم دا دے . لېکن د دې نه دا کله ثابتېږي چې يو قام دې خپل امتيازي رنګ هم پرېږدي . خپلې ژبې ته دې هم پۀ مخه ښه ووائي او د خپلو نيکونو روايات دې هم ښخ کړي؟ خپل هغه قامي دې هم پرېږدي کوم چې د اسلامي اصولو نه خلاف نۀ وي. د فتح مکې د خطبې نه دا مطلب نۀ ؤ کوم چې د قوميت مخالفان ئې بيانوي بلکې هغه د تعصب نه ډک تاثر ته اشاره وه. کوم چې د عرب پۀ قبائيلو کښې موجود ؤ هېڅ تاريخ نه به دا خبره ثابته نۀ کړے شي چې رسول کريم صلي الله علېه وسلم عرب د مختلفو قبائيلو انفرادي روايات يا تهذيبونه ختم کړي وي (يادې) البته کوم تهذيبونه چې د کفر او شرک سره متعلق وو هغه ئې لرې کړي وو. نن سبا چې ځينې خلق اسلام اسلام نعرې وهي او د قوميت مخالفت کوي د څۀ خاص غرض د پاره ئې کوي ګنې کۀ چرته پۀ دنيا کښې صحيح اسلامي معاشره را پېدا شوه ټول مسلمان قامونه به بغېر د دعوت نه ورسره پۀ خپله متحد شي” (٨)

    زۀ وايم چې دغه ملتپالو اتلانو ټول عمر د قوم لپاره چغې ووهلې د خپل ثقافت د خپلې ژبې او ملت لپاره ئې پۀ خپل سياست کښې چغه وکړه . پۀ شعر کښې ئې داسې اذان وکړو لکه اجمل خټک چې وائي:

    خېر دے شخوندونه دې پرې ډېر ووهي

    دا زهروره څوک هضمولے نۀ شي

    زما د لوے کور انغرے دې جوړ شي

    خېر دے کۀ پاتې زما څلے نۀ شي

    پۀ پښتنو کښې چې دغه ملنګ جان د قام لپاره، دخپلواکۍ لپاره، د ملت لپاره کوم غږ پورته کړ او پۀ خپلو تلپاتې شعرونوکښې ئې د بېدارۍ چغه ورکړه يا پۀ خپله دغه حمزه بابا وائي چې اغيار چې هرڅومره دوزخي ژبه وبولي خو زۀ به د دغه پښتو سره (کۀ خداے کول) جنت ته ځم.

    تل به پۀ لار د مېړنو سره ځم

    يمه پښتون د پښتنو سره ځم

    څو چې راغونډ پۀ يو مرکز ئې نۀ کړم

    هرې تپې ته د جرګو سره ځم

    وائي اغيار چې د دوزخ ژبه ده

    زۀ به جنت ته د پښتو سره ځم

    زما خيال دے زۀ وايم چې زمونږ دغه ملي اتلانو لکه طاهراپريدے، حمزه بابا، عبدالحئي حبيبي مرحوم، عبدالشکور رشاد، دروېش دراني، سلطان صابر، سائين کمال خان شېراني، ملا عبدالسلام بابا، حميد بابا، رحمان بابا، ستر خوشحال بابا، اجمل خټک، ډاکټر خدائيداد، فضل احمدغازي وغېره دغه نوموړو پۀ پښتون افغان کښې پۀ دې ټولنه کښې يو حق روا جهاد کړے دے. زما خيال دے چې دغه خدائي خدمتګارانو چې شمېر ئې پۀ لکهونو کښې دے دغه مېړنيو خلقو زمونږ لپاره دسياست، د حکومت، دقلم او د کتاب توره وهلې وه. زما پۀ خيال چې باچاخان بابا، خان شهيد عبدالصمدخان، سائين کمال، خان عبدالولي خان او نورو ډېرو مېړنيو زمونږ د ازادۍ جنګ وکړو.او زمونږ د راپورته کېدو هڅه ئې وکړه .

    زۀ ګيله لرم زمونږ د ملا امامانو څخه چې دوي پۀ خپل محراب کښې د دغه ملي اتلانو قيصې نۀ بيانوي زۀ يو وخت يوې مدرسې ته ورغلم نو هلته ما پۀ خپلو خبرو کښې د مير وېس نيکۀ او احمد شاه ابدالي بابا وستائيل يا مې څو قولونه د خان شهيد او باچاخان ووئيل يا مې څو خوابوه اشعار د ستر خوشحال، ستر ملنګ جان او قاضي ملا عبدالسلام بابا ووئيل نو دغه مدرسې ملا ما ته ډېر حېران شول او بيا دوي د دغه مېړنيو اتلانو متعلق زما څخه ډېرې پوښتنې وکړې چې ما ئې جوابونه ورکړل نو ګورئ زمونږ پۀ خپل محراب کښې زمونږ د خپلو اتلانو قيصې نۀ کېږي زمونږ پۀ مدرسو کښې زمونږ پښتنو بچيانو ته محمد بن قاسم، سلطان محمود غزنوي يا د شېخ سعدي حکايتونه بيانېږي اوس وخت رارسېدلے دے چې پۀ محراب او پۀ مدرسه کښې خوشحال بابا ووئيل شي . د ملا عبدالسلام بابا سوسن چمن (ژردانه در) او فقهي (طلب مذهب) ووئيل شي راځئ پۀ خپلو ښوونځيو کښې خان شهيد مطالعه کړو، راځئ پۀ پوهنتونونوکښې د اجمل خټک او نورمحمد تره کي او غني خان کليات ولولو. راځئ چې پۀ خپلو ناخبرو بچيانو خپل پښتانۀ اتلان وپېژنو، راځئ ملا قلندر اڅکزے وروپېژنو ، راځئ لر او بر افغان وپېژنو، نو پۀ پاې کښې به يو وار بيا د ستر باچاخان د مارچ ١٩٤٨ز تاريخي تقرير ته راشم واقعي پۀ دغه تقرير کښې باچاخان د خدائي خدمتګار تحريک يادونه کړې ده. قام پرستي يا ملتپالنه ئې ستائيلې وه. پۀ دغه ملي وېنا کښې د هر پاکستاني غږ کړے ؤ چې مونږ ته د ژوند حق راکړي او مونږ (خدائي خدمتګار) دې ته پرېږدي چې کار وکړو، دۀ مسلم ليګيانو ته ووئيل چې زۀ غواړم چې پښتانۀ سره يو شي او پۀ يوه پښتونخوا يا پښتونستان کښې ضم شي. دۀ د لوے او تاريخي افغانستان سره هم د ښو اړيکو د ساتلو غوښتنه کړې وه.

    دۀ وئيلي وو کۀ چرې تاسو زما ژوند مطالعه کړئ نو تاسو ته به معلومه شي چې ما خپل ژوند، وطن، قوم او انسانيت لپاره وقف کړے دے. دۀ ووئيل زۀ دا هم واضحه کول غواړم چې خدائي خدمتګار يو معاشرتي او سماجي تنظيم دے( تر يوحده) سياسي نۀ دے. دۀ ووئيل چې پۀ مونږ الزام دے چې خدائي خدمتګارتحريک د حکومت تعميري کارونو کښې خنډان اچوي. دۀ ووئيل چې پۀ مونږ تور پورې کېږي چې مونږ امن تباه کوو خو مونږ اعلان کوو چې څوک زمونږ د وطن خدمت کوي خدائي خدمتګاران به ورسره کومک کوي. زۀ دا خبره دوباره کوم چې زۀ د پاکستان د بربادۍ پۀ حق کښې نۀ يم ځکه چې پۀ بربادۍ کښې د هېچا ګټه نشته. دۀ ووئيل زۀ تاسو ته سياسيان وايم چې د وطن پۀ بربادۍ کښې زۀ د هېچا ملګرے نۀ يم کۀ تاسو سره د تعمير او ترقۍ څه پروګرام وي داسې کار چې عمل کښې وي کاغذونو کښې نۀ وي نو زۀ ددې ټول ايوان پۀ وړاندې اعلان کوم چې زۀ او زما ملګري به پۀ مکمله توګه هغوي سره پوره پوره ملګرتيا کوي…. (٩)

    حوالې:

    1. اسرار، ډاکټر، د باچاخان تاريخي تقرير د پاکستان دستورسازه اسمبلۍ کښې (يوه جائزه) پشموله مياشتنۍ پښتون جنوري (٢٠٠٩) مخ ٤٨

    2. اداره، د پاکستان پارلېمنټ ته د باچاخان اولنے تقرير پشموله مياشتنۍ پښتون جنوري ٢٠٠٩ز مخ ٤٤

    3. اداره، د پاکستان پارلېمنټ ته د باچاخان اولنے تقرير، پشموله، مياشتنۍ پښتون جنوري ٢٠٠٩ مخ ٤٦

    4. شينواري، اميرحمزه ، قوميت او اسلام، پشموله پښتون فروري ٢٠٠٩ز مخ ٣٣

    5. شېرزي، اڅکزي، ملا عبدالسلام ، سوسن چمن دويم ټوک ( اشاعت ئې نشته) مخ ١٨٨

    6. شينواري، اميرحمزه، قوميت او اسلام، پشموله پښتون فروري ٢٠٠٩ز مخ ٣٣

    7. فاران، فېصل، حمزه شينواري باچاخان او قوميت، پشموله پښتون جنوري ٢٠١٩ز مخ ٤٣

    8. شينواري، اميرحمزه ، قوميت او اسلام، پشموله پښتون فروري ٢٠٠٩ز مخ ٣٤

    9. اداره، دپاکستان پارلېمنټ ته د باچاخان اولنے تقرير پشموله، مياشتنۍ پښتون جنوري ٢٠٠٩ز مخ ٤٥، ٤٦

  • د لوے بابا (باچا خان) خپل قوم ته لوے نصيحت – د 15 اپريل 1939 “پښتون” نه

    د لوے بابا (باچا خان) خپل قوم ته لوے نصيحت – د 15 اپريل 1939 “پښتون” نه

    د خدائي خدمتګارانو تحريک ولې جاري (شروع) شوے دے

    زما خوږو پښتنو وروڼو! ما همېشه پۀ خپلو تقريرونو کښې تاسو ته د خدائي خدمتګارۍ دَ تحريک اصلي مقاصد پۀ واضحو لفظونو کښې بيان کړي دي، څۀ خبرې مې پټې پرېښې نۀ دي، ولې بيا هم کېدے شي، چې زما ځنې وروڼه داسې هم دي، چې هغوي ته زما د تقرير اورېدو موقع پۀ لاس ورغلې نۀ وي، يا ئې تقريرونه اورېدلې وي خو ښۀ پۀ مطلب ئې پوه شوي نۀ وي او يا پوه شوي هم وي خو د اخوا دې خوا خبرو پۀ اورېدوسره ئې پۀ زړۀ کښې څۀ شکونه پېدا شوي وي نو نن زۀ د خپل اخبار “پښتون” پۀ ذريعه يو ځل بيا پۀ صافو صافو لفظونو کښې دَ خپل جاري کړي تحريک خدائي خدمتګارۍ د نصب العېن پۀ حقله يو څو خبرې کول غواړم او پۀ دې خبرو تاسو پوهول غواړم، چې دا تحريک دَ څۀ غرض دپاره شروع شوے دے؟ فائده بۀ ئې څۀ وي؟ او خېر بۀ ئې چاته وي؟

    زما خوږو وروڼو! دَ خدائے پاک داسې يو نظام دے، دَ قدرت يو عام قانون دے، چې د کوم وخت نه ئې دنيا پېدا کړې ده او د ادم علېه السلام اولاد ئې پۀ دنيا کښې خور کړے دے نو د دنيا د بېلې بېلې حصې اوسېدونکي ئې پۀ بېل بېل قام مشهور کړي دي او هر يو قام ته ئې د ځمکې يوه حصه يا يو ملک ورکړے دے، دا څۀ دپاره؟ دَ دې دپاره چې هر يو قام پۀ خپل ملک کښې اباد وي او دَ خپل ژوند ضروريات دَ هغې خپل ملک نه پوره کړي او هر يو قوم دَ دغې خپل ملک اختيارمند او واکدار وي.

    نو مونږ چې څۀ وخت د قدرت دې عامې قاعدې ته وکتل نو ومو ليدل، چې پۀ موجوده دنيا کښې څومره قامونه اوسي، نو د هر يو قام ځان لۀ يو ملک پۀ قبضه کښې دے، هر يو قام دَ خپل ملک مالک دے، دَ هر يو ملک پۀ حاصلات او امدنۍ دَ هغې خپل قام بال بچ اباد او خوشحال وي نو بيا چې مو خپل ملک ته وکتل او پښتون قام ته مو نظر وکړو نو حېران پاتې شو چې اخر څۀ وجه کېدې شي، چې د شلمې صدۍ پۀ دې ترقۍ موندلې دنيا کښې پښتون قام لا هغسې بې علمه او جاهل دے، بې کسبه او بې هنره دے، بې وسه او بې کسه دے، خوار او ذليل دے، بربنډ او اوږے دے، ولې مونږ قام نۀ يو يا مونږ لۀ خدائے ملک نۀ دے راکړے، مونږ خو وينو چې زمونږ ملک پۀ دنيا کښې دَ ځمکې يو ډېره اباده او بهترينه ټکړه ده، تاسو پۀ خپله ورته نظر وکړئ، زمونږ ملک يوجنت نۀ دے؟ دَ دنيا کوم نعمتونه دي چې هغه پۀ دې ملک کښې نۀ پېدا کېږي، کوم څيزونه دي، چې هغه دلته نشته، نو سره د دې ټولو خبرو بيا پښتون تباه او برباد دے، ذليل اوخوار دے، بچي ئې بربنډ او وږي دي، اخر دا ولې؟ نو وروڼو! خبره دا ده چې بېشکه ملک خو مو شته، ولې اختيار مو پکښې نشته، قام خو يو، خو غلامان يو، نعمتونه خو هر څۀ زمونږ پۀ ملک کښې پېدا کېږي خو فائده ئې بل يو قام ته رسي، ملک زمونږ دے، مزې پرې نور کوي.

    دغه وجه ده، چې دَ دنيا نور قامونه ترقي کوي او پښتون ورځ پۀ ورځ د تباهۍ غار ته پرېوځي، دغه سبب دے، چې پښتون وږے بربنډ او جاهل دے، نو لنډه نتيجه دا وخته، چې تر څو دَ دې خپل ملک اختيار دَ پښتون پۀ لاس رانۀ شي نو ترهغه وخته پښتون ترقي کولے نۀ شي، تر څو چې پښتون ازاد شوے نۀ وي، نو دَ دۀ حال ښۀ کېدے نۀ شي، تر څو چې پښتون دَ غلامۍ طوق لۀ غاړې نه ويستے نۀ دے، پښتون دَ دنيا دَ نورو قومونو دَ سيالۍ لائق کېدے نۀ شي نو اوس پۀ دې خبره غور کول پکار دے، چې اخر دا ملک دَ پښتون د لاس نه ولې تلے دے او پښتون پۀ څۀ خبره دَ نورو قومونو نه کمزورے دے، ولې دَ پښتون دوه لاسه دي، دَ نورو څلور دي؟د پښتون يو سر دے، دَ نورو دوه دي؟ نا! پښتون پۀ هېڅ خبره دَ چا نه کم نۀ دے، بلکې پښتون دَ هر چا نه بهادر دے، ډېر زړور دے،اخلاص مند او مهمان نواز دے، خو سره دَ دې صفتونو بيا ولې غلام دے؟

    نو وروڼو! تاسو ځان پوه کړئ، دَ دې نور هېڅ وجه نۀ ده، صرف دا يوه وجه ده، چې دَ پښتون کور وران دے، دَ پښتون اواز يو نۀ دے، پۀ دۀ کښې پرې جنبې دي، پۀ دۀ کښې بدنيتۍ او تربګنۍ دي، پۀ دۀ کښې بغض کينې او خود غرضۍ دي، کۀ دوه پېسې ذاتي فائده مومي نو نۀ پۀ قام څۀ کار لري، نۀ ئې اسلام پکار وي، نۀ دَ ملک دَ فائدې څۀ خيال ساتي، هر څۀ دې پۀ سيند لاهو شي، خو دَ دۀ دَ پېسې فائده دې وشي، بيا هم عام پښتانۀ دومره ګرم نۀ دي، نۀ غريب خلق دومره قصوروار دي، کۀ څۀ خرابي ده او نقصانونه دي نو پۀ خاصو خاصو خلقو کښې دي، يعنې پوهه او تعليميافته خلق زيات دَ خودغرضۍ نه کار اخلي، بلکې زۀ خو همېشه پۀ تقريرونو کښې وايم چې غريب پښتون خو دَ ګډو يو ډېر ښۀ کنډک دے، ولې افسوس دے چې شپون نۀ لري، دا ګډې خو هر چاته راغونډېږي، پۀ دې طمعه چې دا به زمونږ شپون وي او مونږ به دَ شرمخانو نه بچ کوي ولې چاته چې راغونډې شي هم هغه دَ بډې نه چاړۀ راوباسي، دَ دوي مرۍ پرېکړي.

    لنډه دا چې څۀ وخت مونږ دَ پښتنو پۀ دې خراب حال نظر وکړو نو پۀ دې نتيجه ورسېدو چې تر څو دَ پښتنو نه دَ دې خرابو خصلتونو دَ ويستلو کوشش ونۀ کړے شي، دا خودغرضۍ بې اتفاقۍ، پرې جنبې او تربګنۍ دَ دۀ نه ورکې نۀ کړې شي نو دے هر ګز ترقي کولے نۀ شي.

    خدائي خدمتګارو وروڼو!

    ستاسو مېدان دَ عمل ته راوتل دَ خدائے پاک پۀ خپل پرېوتي مخلوق باندې يو لوئے رحمت ؤ، تاسو پۀ خپله بې نظيره بهادرۍ سره دنيا ته وښودله چې دَ غلامانو پۀ دې بدنامه دنيا (هندوستان) کښې اوس هم داسې زلمي موجود دي، چې دَ وطن پۀ عزت باندې خپل مال او سر قربانول سبب دَ فخر ګڼي، خپل ځان ورکول غواړي خو دَ وطن بې عزتي او ذلت خوښولو ته تيار نۀ دي. نن دَ دنيا پۀ ګُټ ګُټ کښې دَ خدائي خدمتګارو نوم پۀ ډېر عزت سره اخستے شي او ستاسو پۀ برکت دَ سرحد (پښتونخوا) زمکه دَ ايمان او دَ غېرت يوه ټکړه شمارلې شي. دَ هندوستان پۀ نورو صوبو کښې هم داسې زلمي شته چې دَ ملک پۀ محبت کښې هر يو تکليف تېرولو ته تيار دي، ولې دَ تېرو دوو جنګونو د ازادۍ پۀ ورځو کښې چې کومې سختۍ او مصيبتونو تاسو تېر کړي دي، دَ هغې لسمه حصه هم بلې صوبې تېره کړې نۀ ده، هم دغه وجه ده، چې کوم اصلاحات او اختيارات دَ حکومت نور هندوستان پۀ پنځوس کاله کښې حاصل کړي دي، تاسو پۀ يو دوه کاله کښې دننه دننه حاصل کړو، تاسو ته پۀ دې زرينو کارنامو چې څومره مبارکي درکړې شي، کمه ده، خو ولې نن دا يو سوال پېدا کېږي چې ولې ستاسو کار پوره شو او بس تاسو به نور څۀ تکليف نۀ تېروئ، کاميابي حاصله شوه؟ افسوس! چې دَ دې جواب ډېر تريښ دے،زمونږ خوږ وطن لا هغسې “غلام” دے، پۀ مونږ لا هغسې دَ اجنبي حکومت پنجه پرته ده، مونږ ته اګر چې څۀ نا څۀ اختيارات راکړے شوي دي، ولې هغه واک او اختيار چې مونږ پرې دَ خپل وطن دا خواري، غريبي ورکه کړو، پۀ وطن کښې دَ علم او دَ هنر چينې جاري کړو، بې کاري او بې روزګاري ورکه کړو، دَ خپل وطن يو اوسېدونکے دَ حاکم قوم دَ يو کس سره پۀ تول برار کړو، لا تر اوسه مونږ ته حاصل نۀ دے، دَ خزانې کنجيانې دَ انګرېزانو سره دي، پۀ غټو غټو نوکرو مقررتيا دَ ولايت نه کېږي او دَ قانون پاس کېدل دَ وائسرائے او ګورنرانو پۀ منظورۍ موقوف دي، نو پۀ داسې حال کښې دَ کوشش نه لاس اخيستل پۀ خپله غلامۍ به دَ رضامندۍ اظهار کول وي نو کۀ چرې خدائي خدمتګارو دا قسم پۀ رښتيا کړے وي چې مونږ بۀ هله ارام کوو چې تر څو مو ملک ازاد کړے نۀ وي، نو وخت دے چې هر يو خدائي خدمتګار دَ راتلونکي امتحان دپاره بيا تياري شروع کړي او دَ بيګل پۀ اواز دَ جنګ (دَ جدوجهد) مورچې تلو ته تيار ناست وي او ورسره ورسره دا خبره ډ ېره ضروري ده، چې هر يو خدائي خدمتګار خپل ځان دَ هغه عېبونو او نقصانونو نه پاک کړي، کوم چې دَ يو خدائي خدمتګار دَ شان خلاف وي.

    خدائي خدمتګار پۀ رښتيني معنو خدائي خدمتګار جوړ شي، پۀ ځان کښې داسې ښۀ او نېک خويونه پېداکړي، چې دَ هر خيال سړے دَ دۀ پۀ تعريف کولو مجبور شي او دَ خدائي خدمتګارۍ خوږې ورورولۍ ته دَ هر سړي مينه پېدا شي. زمونږ ډېر خدائي خدمتګار وروڼه چې دَ قومي خدمت پۀ وجه ئې څۀ عزت پېدا شوے وي، ځان دَ عامو خلقو نه ډېر زيات ګڼي او عامو خلقو سره دَ غرور او تکبر سلوک کوي او ځينې داسې خدائي خدمتګاران بۀ هم وي، چې اخلاقي حالت بۀ ئې ډېر پرېوتے وي، نشې بۀ کوي، غلا، جواري بۀ کوي، مونځ اودس بۀ بالکل نۀ کوي، پۀ لېن دېن کښې بۀ ډېر کوټه والے کوي، دَ داسې وروڼو پۀ خدمت کښې عرض دے، چې دَ خدائے دپاره خپل ناکاره خويونه دې بدل کړي، دَ هر ناکاره عمل نه دې تائب شي، دَ خدائے دَ مخلوق سره دې پۀ مينه محبت سره سلوک ساتي او کۀ دَ بد قسمتۍ نه دا بدعادتونه نۀ شي پرېښودے، نو بهتره خبره دا ده، چې دَ خدائي خدمتګارۍ نه ځان جدا کړي او دَ الله پاک پۀ مخ کښې ځان دَ بدنامۍ نه بچ کړي، مونږ پۀ دغسې عمل پۀ مخکښې تلے شو او نۀ دَ غېر قام دَ پنجې نه ازادي حاصلولے شو، نو هم دَ دې مطلب دَ پوره کولو دپاره مونږ دَ يوې نوې ورورۍ او نوې عزيزدارۍ بنياد کېښودو او هغې ته مو نوم کېښود “دَ خدائي خدمتګارۍ تحريک”.

    دا تحريک دَ اتو کالو نه مونږ شروع کړے دے، زمونږ دا کوشش دےچې دَ هر پښتون غوږ ته مونږ خپل اواز ورسوو او پښتانۀ پۀ دې کښې شامل کړو.

    دَ دې نوې ورورۍ پۀ ذريعه مونږ دَ پښتون قام بيا يو کول غواړو، پۀ دوي کښې بيا مينه او محبت پېدا کول غواړو، دے بيا پۀ يو اواز روانول غواړو، زمونږ پۀ دې نوې عزيزدارۍ کښې هر يو پښتون کۀ غريب دے، کۀ امير دے، کۀ خان دے، کۀ ملک دے، کۀ ميا دے، کۀ ملا وي، هندو وي، کۀ مسلمان وي، پۀ يو شان شريکېدے شي، صرف پۀ يو شرط سره چې دَ خدائي خدمتګارۍ اصول کوم چې مونږه ايښي دي، وپېژني او پۀ هغې روانېدو ته تيار وي.

    (بس) والسلام

  • د حضرت باچا خان (رح) وېنا – پښتون

    د حضرت باچا خان (رح) وېنا – پښتون

    (دا تقرير باچا خان پۀ 29 ستمبر 1939 د سويلي چارسدې يوې درنې غونډې ته کړے ؤ او “پښتون” ګڼه کښې پۀ 11 نومبر 1939ز د روژې د مياشتې پۀ اتويشتمه چاپ شوے دے. فخر افغان چې دې تقرير کښې څۀ فرمائيلي دي هغه ټک پۀ ټک نن رښتيا شوي دي. “پښتون” دا تقرير د باچاخان او ولي خان د تلين پۀ مناسبت سره يو ځل بيا چاپ کوي)

    وروڼو! زۀ ستاسو د دې مينې محبت او اخلاص نه ډکې سپاسنامې ډېره ډېره شکريه ادا کوم. زۀ ګورم چې نن ستاسو خيالات او ستاسو جذبات بدل شوي دي، زۀ وينم چې يوازې ستاسو خيالات او ستاسو جذبات بدل شوي نۀ دي، بلکې د اکثرو خلقو پۀ خيالاتو کښې تبديلي راغلې ده. زۀ چې فکر کوم چې دا ولې؟ پۀ دې خلقو کښې دا فرق ولې راغلے دے؟ نو زۀ پۀ دې نتيجه رسېدلے يم چې تاسو د جنګ اورېدلي دي او پۀ تاسو کښې بيا دا شوق پېدا شوے دے چې د خپل قام او ملک دپاره به بيا جنګ کوو خو زۀ به تاسو ته د دې خبرې متعلق نن صفا صفا يو څو خبرې وکړم، تاسو هغې ته غوږ کېږدئ او ځان پرې پوهه کړئ. دا خو ما تاسو ته همېشه وئيلي دي چې پښتون خو د جنګ مړنے دے او چې چا سره د پښتون مقابله پېښه شوې ده نو ګټه هم دۀ کړې ده، فتح هم د دۀ نصيب شوې ده، مګر ستاسو څۀ خيال دے چې زمونږ د دې تحريک مقصد بس جنګ دے. زۀ دا خو منم چې د جنګ ماده پۀ تاسو کښې ډېره موجوده ده، کۀ تاسو د خپلو مشرانو تاريخ وګورئ نو تاسو ته به معلومه شي چې پښتون چې څۀ وخت جنګ شروع کړي نو پۀ دۀ کښې اتفاق راشي، مينه پېدا شي، محبت پېدا شي او دې خپلې کورنۍ جګړې شاته کړي، چې څۀ وخت جنګ ختم شي څۀ ګټه وکړي نو بيا د هغې ګټې د سمبالي نۀ وي نو زۀ تاسو پوهوم چې زمونږ اصلي غرض خو جنګ نۀ دے. د خدائي خدمتګارۍ مطلب خو دا نۀ دے چې پۀ مونږ کښې د جنګ ماده پېدا کړي، دا ماده خو پۀ مونږ کښې موجوده ده، مونږ خو خدائي خدمتګاري د دې غرض دپاره شروع کړې ده چې مونږ پۀ دې خپلو وروڼو کښې هغه عادتونه پېدا کړو، هغه خويونه او خصلتونه پېدا کړو چې دوي د امن پۀ وخت کښې خپله ګټه سمبال کړي. پۀ هغه ګټه دوي اباد شي او د دوي بال بچ اباد شي.

    نن تاسو پۀ دې خبره ځان پوهه کړئ چې هغه کوم څيز دے چې پښتون د خپلې ګټې نه فائدې اخستو ته نۀ پرېږدي. نو ياد لرئ چې هغه د پښتون خودغرضي ده، د جنګ پۀ وخت کښې خو دے د قام دپاره ډېر تکليف تېر کړي مګر د امن پۀ وخت بيا نۀ پۀ قام کار لري، نۀ ئې د ملک پۀ فائده څۀ کار وي. هر څۀ چې دي خو چې دۀ ته ذاتي فائده ورسي، د دۀ دوه پېسې ګټه وشي، کۀ قام ته نقصان رسي نو و دې رسي. کۀ ملک تباه کيږي نو تباه دې شي او کۀ اسلام پۀ سيند لاهو کېږي نو لاهو دې شي. پۀ دې وجه زۀ نن تاسو ته صفا صفا خبرې کوم چې د دې تحريک اول مطلب دا دے چې مونږ د پښتون نه دا د خودغرضۍ ماده وباسو، دے دې ته تيار کړو چې خپله فائده د قام پۀ فائده قربان کړي چې يو خوا د دۀ ذاتي فائده وي او بل خوا د قام د فائدې سوال وي نو دے د خپلې فائدې نه لاس واخلي او قام ته خېر ورسوي، هله به تاسو خدائي خدمتګار شئ او هله به زمونږ د دې تحريک نه ملک ته فائده ورسي.

    مونږ جېل خانې ته ځو، کۀ څۀ مصيبتونه تېروو، دا ټول د دې خبرې دپاره چې قام ته مو څۀ فائده ورسي. نو نن تاسو پۀ دې خبره فکر وکړئ کۀ تاسو دا خپل زاړۀ عادتونه نۀ شئ پرېښودئ او دا د خودغرضۍ ماده لۀ ځان نه نۀ شئ ايستئ نو زۀ تاسو جنګ لۀ نۀ بيايم. زۀ نور تکليفونه تاسو ته نۀ درکوم، هغه جنګ به څۀ فائده وکړي چې زۀ تاسو خراب تراب کړم، تاسو تباه کړم، تکليفونه، مصيبتونه درباندې راولم، پۀ بال بچ مو لوږې تندې تېرې کړم او چې جنګ ختم شي څۀ ګټه پۀ لاس راشي نو تاسو خپلې خودغرضۍ شروع کړئ، د هغې ګټې نه تاسو ته څۀ فائده ورسي او نۀ ستاسو بچو ته څۀ فائده ورسي . دا ځل به زۀ هله جنګ کوم، هله به تاسو جنګ لۀ بيايم چې زۀ پوهـه شم چې تاسو رښتيني خدائي خدمتګار شوئ، تاسو هر څۀ چې کوئ د خدائے دپاره ئې کوئ، څۀ تکليف چې تېروئ د خپل قام د فائدې دپاره ئې تېروئ، تاسو خو لږ دې خپل ګرېوان کښې وګورئ، دا تاسو څۀ کوئ. د ډسټرکټ بورډ پۀ ممبرۍ ستاسو جګړه وي، د اسمبلۍ پۀ ممبرۍ پسې تاسو مرئ او بيا چې يو سړي ته تاسو ووټونه ورکړئ، ډسټرکټ بورډ يا اسمبلۍ ته ئې ولېږئ نو هغۀ پسې شئ، ناجائزې فائدې ترې اخستل غواړئ، کۀ ستاسو پۀ مرضۍ ځي خو ښۀ ده کۀ نۀ وي نو بيا هغۀ ته کنځل شروع کړئ، هغه پۀ خلقو کښې سپکوئ، تر دې چې پۀ ما هم ايله نۀ کوئ، وائي چې باچاخان څۀ وکړل، خو خپل ورور ئې وزير کړو، د غريب څۀ وشو، دا ستاسو خبرې دي چې د غريب څۀ ونۀ شو نو د چا وشو کۀ زما ورور وزير شو ےدے کۀ بل څوک ممبر شوے دے دا خو ما نۀ دي کړي، تاسو ووټونه ورکړي دي او تاسو اسمبلۍ ته لېږلي دي، ما خو دا ډېر ځله وئيلي دي کۀ دوي ستاسو خدمت نۀ کوي نو راجمع شئ زما ورور هم وباسئ او کوم ممبر چې د قوم خدمت نۀ کوي هغه پۀ راوتلو مجبور کړئ، نور خلق ولېږئ، وزيرۍ او ممبرۍ خو ټول اولس ته نۀ ملاوېږي خو څو کسان به جوړېدل او هغه جوړ شو.

    زۀ خو چې فکر کوم نو صحيح خدائي خدمتګاري به ډېرو کمو خلقو کښې پاتې وي، ټولې خودغرضۍ او منافقت دے، تاسو ته به د سن 30 زمانه ياده وي چې دا خودغرضۍ نۀ وې نو څۀ پۀ اخلاص به خلقو قومي خدمت کولو . د يو بل سره د خدائي خدمتګارو څۀ ښۀ مينه وه، محبت ؤ او صداقت ؤ مګر دا اوس څۀ چل وشو چې نۀ هغه مينه شته او نۀ هغه محبت شته.

    وروڼو! وجه دا ده چې هغه وخت د جنګ زمانه وه او اوس د امن وخت دے او لکه چې اوس ما تاسو ته ووې د امن وخت کښې تاسو خپله ګټه نۀ شئ سمبالولے نو دا کوشش پکار دے چې زمونږ نه دا د خودغرضۍ ماده لرې شي او د خدائي خدمتګارۍ صحيح جذبه پۀ مونږ کښې پېدا شي. يو طرف ته خو د عامو خلقو دا حال دے او بل طرف ته زمونږ لېږلي خلق ځينې ممبران هم د خپلو ممبرانو نه ناجائزې فائدې اخلي او داسې کارونه کوي چې پۀ پخوانو ممبرانو او دوي کښې هېڅ فرق نشته. د ډسټرکټ بورډ پخوانو ممبرانو به هم پۀ خپلو دوستانو پۀ اتۀ انې او نهۀ انې ليلامولې او زمونږ ممبران ئې هم پۀ اتۀ انې ليلاموي. پخوانو ممبرانو هم ډلې پرې او سفارشونه کول او زمونږ ځينې ممبران هم کوي.

    اصل خبره دا ده چې مونږ نا اهله يو او داسې نااهله قوم ته خدائے پاک حکومت نۀ ورکوي . نو ياد لرئ چې زۀ پۀ داسې حال کښې پۀ تاسو بل جنګ نۀ کوم. ولې چې زما کوم غرض دے هغه نۀ پوره کېږي نو د داسې جنګ نه څۀ فائده حاصلېدے شي.

    هو! کۀ تاسو رښتوني خدائي خدمتګار شوئ او پۀ ځان کښې مو اهليت پېدا کړو نو پس د هغې به جېلخانې ته لاړ شو، تکليفونه به پۀ ځان تېر کړو چې قوم ته ترې فائده ورسي. پۀ دې جنګ کښې مونږ ته د ډېرو خلقو ضرورت نشته. لږ کسان پکار دي خو چې رښتوني خدائي خدمتګار وي . کۀ تاسو د کلي پۀ سر يو خدائي خدمتګار ماله راکړئ نو هغه ټول کلے به زمونږ ملګرے وي او زۀ به ستاسو دپاره جنګ وکړم. تاسو پوهېږئ چې زمونږ سره د خلقو هغه پخوانۍ مينه نشته، ولې؟ دا ځکه چې مونږ رښتونې خدائي خدمتګاري پرېښې ده، هر سړے پۀ دې سودا کښې ډوب دے چې زۀ جمعدار ولې نۀ شوم، زما ورور ته نوکري ور نۀ کړې شوه، زما زوئے پټواري نۀ شو، دا ځل زۀ داسې کسان ځان سره نۀ بيايم چې سبا زما نه ليډري غواړي، ممبري غواړي او نوکري غواړي. زما دپاره داسې فوځ هېچرې توره نۀ شي کولے چې هغه د خپل ذاتي غرض پۀ جذبه کښې جېل ته ځي، ما له به هغه سپاهي ګټه او تُوره کوي چې هغه رښتينے خدائي خدمتګار وي او څۀ کوي د خدائے دپاره ئې کوي.

    تر څو چې لکه د غنم د دانې خاورو کښې ځانونه خاورې نۀ کړئ نو ستاسو قوم هېچرې زرغونېدے نۀ شي، کۀ ځان مو خاورې کړو نو د قوم ونه به زرغونه شي، ملک به اباد شي او د ملک نه به دا ټوله لوږه، بربنډه او خواري نيستي ورکه شي، دا ځل زما کلک يقين دے چې مونږ له به پۀ دې جنګ کښې خدائے پاک کامله فتح راکوي. خو صرف شرط دا دے چې مونږ سره جېلخانې ته خدائي خدمتګار لاړ شي، لږ دې وي خو رښتونه خدائي خدمتګار دې وي. داسې خلق تلل نۀ دي پکار چې پۀ جېلخانه کښې هم خاني غواړي، د ګېډې دپاره د نشو دپاره د ملازمانو، د داروغه ګانو خوشامندې کوي، ځان وتلئ؛ کۀ د جېل د قواعدو نه خلاف ورزي کوئ، د جېل خوراک او مشقت ته او د جېل ټولو قواعدو منلو ته تيار يئ او د کورونو نه روپۍ نۀ غواړي، کۀ دا منئ خو ښۀ ده ګنې هسې دې ځان پۀ تکليف کوي نۀ، کور دې کښېني چې څوک پۀ خوښه جېل ته نۀ ځي نو خدائي خدمتګارو لۀ پکار دي چې هغۀ پورې خندا نۀ کوي.

    اخر کښې به دا عرض وکړم چې تاسو ټول دلته موجود يئ، چې واپس لاړ شئ نو زما خبرې زما دا پېغام حرف به حرف هغو وروڼو ته ورسوئ څوک چې دلته نۀ دي راغلي. پۀ غم ښادۍ کښې، حجره، جومات کښې، چرته چې څو کسان يو ځائے وي هغوي ټول پۀ دې پوهه کړئ او څوک چې قومي فوځ کښې بهرتي کېدل غواړي نو اول دې پۀ دې خبرو ښۀ غور وکړي او دې خبرو منلو ته دې تيار شي.

  • د پاکستان پارلېمنټ ته د باچا خان اولنے تقرير

    د پاکستان پارلېمنټ ته د باچا خان اولنے تقرير

    د دې کټوتي تحريک نه زما مقصد دا دے چې زۀ د پاکستان د انتظاميې متعلق ايوان ته ځنې حقيقتونه څرګند کړم. زما مقصد او غرض هېڅ کله دا نۀ دے چې پۀ حکومت بې ځايه تنقيد وکړم. د دې تحريک نه زما مقصد دا هم دے چې زۀ د پاکستان حکومت او د نورو ذمه وارو کسانو لۀ خوا هاغه پېدا شوې غلط فهمۍ او شکونه ختم کړم چې دوي زما او زما د ډلې د ملګرو پۀ حقله تخليق کړي دي.

    د ټولو نه اولنۍ خبره دا ده چې پۀ ما او زما پۀ ملګرو د پاکستان د غدارۍ او دښمنۍ الزام لګي چې ګنې مونږ د دې وطن د تقسيمولو سازشونه کوو. زۀ بحث نۀ کوم، زۀ فقط دا وايم چې ماته پۀ خپله صوبه کښې کله هم موقعه پۀ لاس راغلې ده ما پۀ دې خبره ډېر زور ورکړے دے، پوره پوره وضاحت مې کړے دے خو بيا هم د پاکستان ذمه وار خلق دا فرق نۀ شي کولے چې زۀ د پاکستان دوست يم کۀ دښمن؟ او هغوي دا ګمان کوي چې زۀ پاکستان تباه کوم خو ورسره د دې خبرې نه انکار هم نۀ کوي چې ما پۀ هره موقعه د دوي غلط فهمۍ ختمې کړې دي او دا خلق د دې خبرې نه هم خبر دي چې ما پۀ خپله صوبه کښې پۀ هر تقرير کښې پۀ سپينو ټکو کښې وئيلي دي. يقيناً زۀ د هندوستان د تقسيمېدو پۀ حق کښې نۀ يم. ځکه چې نن مونږ پۀ هندوستان کښې وليدل څۀ نتيجه ده؟ پۀ زرګونو لکونو خلق، ځوانان، بوډاکان، بچي، ښځې او سړي قتل شول، تباه او برباد شول. اوس چې تقسيم وشو بايد چې دا تنازعات ختم شي.

    ما د هندوستان د تقسيمېدو خلاف ډېر تقريرونه کړي دي. خو سوال دا دے چې چا زما خبره اورېده؟ مونږ پۀ سرحد کښې د مسلم ليګ حکومت ته ووې چې مونږ تاسو ته موقعه درکوو خپل حکومت وړاندې بوځئ. خو حکومت چې پښتنو سره کوم ناروا سلوک وکړو د هغې برداشت ډېر د تکليف دے. خلق ماله راځي او تپوس رانه کوي ستا څۀ خيال دے؟ څۀ اراده دې ده؟ مونږ خو نور دا سلوک نۀ شو برداشت کولے چې د پاکستان پۀ وجه مونږ ته پېښ شوے دے. مونږ هغې قوت سره جنګېدلي يو چې د برطانيې حکمران دے او طاقتور دښمن ؤ. ما هغوي ته پۀ وضاحت سره وئيلي وو چې اوس صورت حال جدا دے. ما پۀ هغوي واضحه کړې ده چې هغه يو بېروني قوم ؤ. اوس د مسلمانانو خپل وطن او حکومت دے. ما پۀ څو څو کرته د پاکستان پۀ حکومت واضحه کړې ده چې مونږ به ستاسو پۀ حکومت کښې هېڅ مداخلت نۀ کوو. خو بيا بيا دا کوششونه کېږي چې مونږ ته دښمنان وئيلے کېږي. د جنګ پرستو خلقو دا خيال دے چې د دې سره به زمونږ د زړونو او ذهنونو نه د قوم پرستۍ جذبات ختم کړي، ما دا خطره محسوس کړې ده.

    ستاسو کۀ زما پۀ حقله هر څۀ خيال دے خو زۀ تخريبي سړے نۀ يم. يو تعميري بنده يم، کۀ چرې تاسو زما د ژوند مطالعه وکړئ نو تاسو ته به معلومه شي چې ما خپل ژوند د وطن، قوم او انسانيت د خدمت دپاره وقف کړے دے. زۀ دا هم واضحه کول غواړم چې خدائي خدمتګار يو معاشرتي او سماجي تنظيم ؤ، سياسي نۀ ؤ. دا لويه قيصه ده، زۀ دا تکرارول نۀ غواړم. دا سماجي تنظيم پۀ سياست کښې چا بدل کړو؟ د دې ذمه وار پېرنګے دے. دا خبره يوازې زۀ دلته نۀ کوم. دا ما د لويو لويو پېرنګيانو پۀ وړاندې هم کړې ده. ځکه چې ما له خدائے همت، جرات او حوصله راکړې ده.

    پۀ مونږ الزام دے چې خدائي خدمتګار تحريک د حکومت تعميري کارونو کښې خنډان اچوي ځکه چې دا پروګرام تر هغې کاميابېدے نۀ شي تر څو چې امن نۀ وي او پۀ مونږ الزام دے چې مونږ امن تباه کوو. خو مونږ اعلان وکړو چې څوک زمونږ د وطن خدمت کوي، خدائي خدمتګاران به ورسره کمک کوي. زۀ دا خبره دوباره کوم چې زۀ د پاکستان د بربادۍ پۀ حق کښې نۀ يم ځکه چې پۀ بربادۍ کښې د هندوانو، مسلمانانو، سرحد، پنجاب، بنګال او سندهـ هېڅ فائده نشته. صرف د تعمير او ترقۍ پۀ کار کښې ئې فائده ده. زۀ تاسو ته صفا صفا وايم چې د وطن پۀ بربادۍ کښې زۀ د هېچا ملګرے نۀ يم. کۀ تاسو سره د تعمير او ترقۍ څۀ پروګرام وي. داسې کار چې عمل کښې وي صرف پۀ کاغذونو کښې نۀ وي. نو زۀ د دې ټول ايوان پۀ وړاندې اعلان کوم چې زۀ او زما ملګري به پۀ مکمله توګه هغوي سره ملګرتيا کوي.

    تقريباً د اووۀ مياشتو راهسې زۀ د پاکستان نظام ته فکر کوم خو ماته د پېرنګي پۀ نظام او دې کښې هېڅ فرق او بدلون پۀ نظر نۀ راځي. شايد زۀ پۀ غلطه يم خو دا يوه عامه رايې ده. تاسو لاړ شئ او د يو غريب نه تپوس وکړئ هغه به درته زما د خبرې تصديق وکړي. فقط يوه طريقه کېدے شي چې تاسو دغه غريب خلق پۀ زور او جبر د خپلې رائې څرګندولو نه منع کړئ. خو کۀ تاسو ظلم جبر کوئ نو خلق به ستاسو نه نفرت کوي. دا ټولې خبرې يوې خوا ته کړئ. زۀ تاسو ته يوه خبره کول غواړم. نن سبا د پېرنګي د زمانې نه زيات رشوت دے او زياته ناقلاري او نا امېدي ده. زۀ دلته د يو دوست پۀ حېثيت راغلے يم. مهرباني وکړئ، د هاغه حقيقتونو پۀ حقله سوچ او فکر وکړئ چې زۀ ئې تاسو ته بيانوم. کۀ دا د پاکستان د ترقۍ او ښېګړې دپاره ښۀ وي نو توجه ورکړئ ګنې نظرانداز ئې کړئ. مونږ د پېرنګي خلاف ولې جنګ وکړو؟ مونږ پېرنګيان ځکه وشړل چې دا وطن، دا خاوره زمونږ شي. مونږ پرې حکمراني وکړو. خو مونږ د پخوا نه زيات دلته پېرنګيان وينو او مونږ پۀ خپله د بهر نه پېرنګيان دلته راغواړو. د بدقسمتۍ نه مونږ نن هم پخوانۍ پاليسي خپله کړې ده. هاغه زړه طريقه ده کۀ پۀ سرحد کښې ده کۀ پۀ قبائلي علاقو کښې ده. هېڅ بدلون نشته. هندوانو د هندوستان پۀ صوبو کښې هندوان ګورنران مقرر کړي دي. يوازې هندوان سړي نه هندوې ښځې هم ګورنرې کېدې شي، ايا پۀ پنجاب يا بنګال کښې څوک مسلمان نشته چې د هغه ځائے ګورنر شي؟ دا پېرنګيان مونږ وشړل تاسو ئې دوباره راغواړئ. هغوي نن هم زمونږ پۀ سر مسلط دي. تاسو ورته وروڼه وايئ. دا اسلامي ورورولي ده؟ ايا دا اسلامي پاکستان دے؟

    د پاکستان پۀ نظام کښې يواځينۍ دا بدي او خرابي نۀ ده بلکې هغه ارډيننسونه دوباره د پاکستان حکومت جاري کوي چې پېرنګيانو به جاري کول. يوه خرابي چې ماته ډېر تکليف راکوي، د سرحد حکومت هاغه احکامات پۀ هاغه ژبه کښې جاري کوي چې د پېرنګي ژبه وه. کۀ يو پېرنګے دروغ وائي نو هغه يو پردے خارجي دے، هغه دلته د ښېګړې دپاره نۀ ؤ راغلے. زمونږ د استحصال دپاره راغلے ؤ. چې خپل مفادات پوره کړي. زما د پېرنګيانو نه هېڅ شکايت نشته. زما اوس د پاکستان نه ګيله ده ځکه چې دا زمونږ وروڼه دي او دا حکومت زمونږ حکومت دے. اوس مونږ له د پېرنګيانو طور طريقې او پاليسۍ پرېښودل پکار دي. کۀ مونږ دغه زړې طريقې نۀ پرېږدو نو دا وطن چې مونږ پۀ ډېرو قربانو حاصل کړے دے بيا به ئې بائيلو.

    درېمه خبره چې زۀ ئې تاسو ته کول غواړم هغه دا ده چې پۀ ما دا الزام دے چې زۀ پۀ پښتنو کښې د صوبائيت او جدا قوميت جذباتو ته اشتعال ورکوم. پۀ حقيقت کښې تاسو خلق د دې صوبائيت خالقان يئ. مونږ پښتنو خو دا خبرې د سره هډو پېژندلې نا. مونږ نۀ پوهېدو چې صوبائيت څۀ څيز دے؟ دا پۀ پښتنو کښې نۀ وو. د سندهـ مثال واخلئ، ايا پۀ سندهـ کښې هم مونږ صوبائييت پېدا کړے دے؟ سوال دا دے چې صوبائيت څنګه پېدا شو؟

    غضنفر علي خان مداخلت وکړو او وې وئيل:

    “ہم صوبائیت پر نہیں بلکہ پاکستان پر یقین رکھتے ہیں۔”

    باچا خان ووې چا درته صوبائيت ښودلے دے؟ صرف پنجابيانو. تاسو د اسلام پۀ نوم خلقو له د څۀ وخت پورې دوکه ورکولے شئ خو د اوږدې مودې پورې د چا نه بې وقوفان نۀ شئ جوړولے. (باچا خان تقرير جاري وساتلو) دا يو عارضي څيز دے. زۀ دا تپوس کوم چې دا حالات چا پېدا کړل او ولې؟ دا د قدرت يو قانون دے چې هېڅ يو څيز بغېر د څۀ وجې نه پۀ وجود کښې نۀ راځي او دغه شان دا ټول حالات هم پۀ خپله د ځانه پېدا شوي نۀ دي.

    وزير اعظم لياقت علي خان ووې: “ان کو پيدا کیا گیا ہے۔”

    باچا خان ووې تاسو چې څومره دا خبرې شاربئ دومره زياته ناقلاري او ناخوشګواري به ترې پېدا کېږي. زۀ تاؤ تريخوالے پېدا کول نۀ غواړم. تاسو زما د طبيعت نه واقف نۀ يئ. زۀ تقريرونه کول نۀ خوښوم. زۀ داسې پۀ اولني ځل کوم او دا هم پۀ دې غرض چې تاسو ته خپل موقف واضحه کړم.

    د وزير اعظم د پېښور پۀ دوره کښـې زمونږ مسلم ليګي وروڼو دۀ ته ووې چې دوي پښتونستان غواړي. وزير اعظم ورته ووې چې زۀ د پېښور نه چټاګانګ پورې ټول مسلمانان يو ځائے ليدل غواړم. خو بيا د ټولو پښتنو علاقه کۀ يوه شي نو چاته څۀ اعتراض دے؟ هاغه پښتانۀ چې پېرنګيانو زمونږ نه بېل کړي دي، شوکولي ئې دي، دا څنګه د اسلام خبره ده؟ فېروز خان نون ووې:

    ” اور پھر تم افغانستان میں شامل ہوجاؤگے۔”

    باچا خان ووې مونږ صرف تاسو سره شاملېدے شو. د افغانستان سره نا، ځکه چې پۀ مونږ زياته دعوٰي ستاسو ده. کۀ چرې دا ممکن وي چې زمونږ بنګالي وروڼه چې د خېبر نه دوه زره ميله لرې پراتۀ دي زمونږ سره نزدې اوسېدے شي نو زمونږ وروڼه دي نو مونږ خپلو وروڼو چې پښتانۀ هم دي او مونږ ته د ټولو نه نزدې هم دي چې پېرنګيانو مونږ نه شوکولي دي ځکه چې پښتانۀ د هغوي دپاره زيات خطرناک وو. تاسو خو زمونږ خپل وروڼه يئ، تاسو ولې زمونږ پۀ متحد کېدو زمونږ نه وېره کوئ.

    لياقت علي خان ووې ، “برائے مہربانی اپنی پوائنٹ کی وضاحت کریں۔”

    باچا خان ووې چې زمونږ د پښتونستان څۀ مطلب دے؟ زۀ اوس تاته دا مطلب څرګندوم. هاغه خلق چې دلته اوسي هغوي ته سندهيان وئيلے کېږي ځکه چې د هغوي د علاقې نوم سندهـ دے، دغه شان پنجاب او بنګال د پنجابيانو او بنګاليانو دے، دغه شان زمونږ صوبه هم ده. مونږ هم يو قوم يُو او مونږ پۀ دې ملک کښې شامل يُو. مونږ دا غواړو چې زمونږ دې هم خپل نوم وي چې خلقو ته پته ولګي چې دلته پښتانۀ اوسي.

    لياقت علي خان ووې :

    “کیا پٹھان ایک ملک کا نام ہے یا ایک قوم کا۔”

    باچا خان ووې چې پښتون د يو قوم نوم دے او مونږ خپلې علاقې ته د پښتونستان نوم ورکول غواړو. زۀ دا وضاحت کوم چې هندوان مونږ ته پټهان وائي، فارسي خوان مونږ ته افغان وائي. زمونږ اصلي او حقيقي نوم پښتون دے. مونږ پښتونستان غواړو. مونږ د ډيورنډ لائن نه دې خوا ټول پښتانۀ پۀ پښتونستان کښې يو ځائے ليدل غواړو. تاسو پۀ دې معامله کښې زمونږ مرسته وکړئ. کۀ تاسو پۀ دې بحث کښې پرېوځئ چې پاکستان به د دې سره کمزورے شي نو زۀ دا تسلي درکوم چې د يو سياسي جدا يونټ سره هېڅ کله پاکستان نۀ کمزورے کېږي. دا به نور مشکلات پېدا کړي. خو کۀ اعتماد موجود وي نو بيا دا مشکلات حل کېدے شي. حکومت پۀ اعتماد چلېږي پۀ بې اعتمادۍ نۀ.

    بله خبره دا ده چې مونږ ته پۀ مسلم ليګ کښې د شاملېدو مشوره راکولې کېږي، زما خيال دے چې مسلم ليګ د پاکستان جوړولو سره خپل کار ختم کړے دے. اوس زمونږ ملک کښې نورې پارټۍ پکار دي چې پۀ اقتصادي بنيادونو وي چې پۀ موجوده معاشي متضاد او غېر مساويانه حالاتو کښې کار وکړي. کۀ زمونږ تر منځه اختلافات وي نو مونږ به ئې د خبرو اترو پۀ ذريعه ختم کړو. اسلام هم د روادارۍ او برداشت تلقين کوي. پاکستان يو غريب او پسمانده ملک دے. د دې حکومت د سرمايه دارانو پۀ شان پکار نۀ دے. مونږ له دا معلومول پکار دي چې مونږ له د خپل ملک انتظام او نظام څنګه چلول پکار دي. زمونږ وړاندې زمونږ د اولنو مشرانو روايات موجود دي. زمونږ د عظيم ترين مذهبي مشرانو چې اسلامي سلطنت ئې جوړ کړے دے. تر څو چې مونږ د هغوي پۀ اصولو عمل ونۀ کړو مونږ دې ملک سره انصاف نۀ شو کولے. د حضرت علي رضي الله عنه نه تاسو واقف يئ. چې هغۀ د اسلام او د خلقو دپاره څۀ څۀ وکړل؟ هغۀ د يو کافر د سينې نه پۀ دې وجه پاڅېدلے وۀ چې کافر ورله پۀ مخ توکاڼي تُوکلي وو او حضرت علي رضي الله عنه ته د هغۀ وژل داسې ودرېدل چې ګنې د خپل ذات دپاره ئې وژني. تاسو د حضرت ابوبکر رضي الله عنه ژوند ته وګورئ هغۀ به د خليفه پۀ حېث يو معمولي وظيفه اخسته او د نورو دپاره ئې هم يو مساوي رقم منظور کړے ؤ. هغۀ به فرمائيل چې د ژوند ضرورتونه پۀ هر حالت کښې يو شان وي. دغه شان د حضرت عمر رضي الله عنه ژوند هم ؤ. د اسلامي رياست پۀ دې وجه زياته موده فعال پاتې شوے دے. کۀ تاسو هم پۀ دغه اصولو عمل وکړو نو دا سلطنت هم کاميابېدے شي. هر کله چې د حضرت عمر رضي الله عنه د خليفه پۀ حېثيت انتخاب وشو او د تنخوا سوال راپورته شو نو هغۀ وفرمائيل چې زۀ به هم دومره تنخوا اخلم څومره چې يو مزدور اخلي. زۀ ځکه تاسو ته وايم چې پاکستان غريب ملک دے، مونږ له هم د حضرت عمر رضي الله عنه عمل پکار دے. دا تاسو چې کومې نخرې پېخرې جوړې کړې دي دا به ملک تباه کړي. زۀ به بېشکه د پاکستان حکومت سره تعاون کوم خو کۀ دوي اسلامي اصولو باندې عمل شروع کړو.

    د پاکستان پۀ حقله زما تصور دا دے چې دا دې يو ازاد پاکستان وي، دا دې د يو خاص سړي يا خاص طبقې د اثر لاندې نۀ وي. پاکستان دې د ټولو خلقو دپاره يو برابر وي. هر چاته دې خپل خپل حق ورکړے شي او خاص طبقه دې د اکثريتي خلقو استحصال نۀ کوي. مونږ د پاکستان حکومت د پاکستان پۀ خلقوکښې غواړو. تر کومې چې د تکنيکي ماهرينو تعلق دے نو حکومت دې خپل خلق برطانيې او امريکې ته ولېږي خو تر کومې چې د انتظاميې سوال دے نو زۀ د دې خبرې سخت مخالف يم چې پاکستان د باصلاحيته خلقو نه خالي شي او دا وائي چې ټول خلق غېر موثره او نالائقه دي. کۀ هندو خپل معاملات پۀ خپله چلوي نو مونږ ولې پۀ څۀ د چا نه کم يُو؟ ډېر پېرنګيان دوباره پۀ خپلو نوکرو بحال کړے شوي دي او نور ډېر پېرنګيان دلته واپس راروان دي. زۀ به ضرور دا وايم چې دا د پاکستان دپاره ښۀ خبره نۀ ده.