Tag: ساجد ټکر

  • اداريه

    اداريه

     

    چې يوازې يو شے وران ؤ نو مونږ به څۀ نۀ وئيل، چې يو شے خراب ؤ نو مونږ به ځان ناغرضه کړے ؤ، چې يو شے مخ پۀ ښکته ؤ نو مونږ به وئيل چې ځه خېر دے، چې لږ هم چرته د امېد بڅرے پۀ نظر راتلو نو مونږ به غږ نۀ کولو، چې لږ هم يو کار پۀ سم اړخ روان ؤ نو مونږ به هيله لرله چې ځه خېر به شي! خو لۀ بده مرغه پۀ ټول ملک کښې د حکومت لۀ خوا هر ګام او کار بې لارې او بېکاره دے. کۀ د ګرانۍ خبره شروع کوو نو معاشي نظام او نااهلي مو ځان ته راښکي، کۀ د بهرني چارو پۀ لړ کښې ناکامۍ شمېرو نو د ملک سياسي حالات راته مخې ته کېږي، کۀ سياسي نااهلي ئې ژاړو نو معاشي تېروتنو ئې ملک تالا ترغه کړو، کۀ پۀ سفارتي توګه ئې اړيکو ته ګورو نو امريکه خفه ده او زمونږ وزيراعظم صېب لا اوس هم د جوبائيډن د ټيليفون پۀ انتظار ناست دے، کۀ يو خوا امريکه خفه ده نو بلخوا چين د سي پېک پۀ سر خفه ناست دے، ائيني ذمه وارۍ خو لرې خبره ده، پارلېمنټ بېخي مفلوج دے، يو قانون ئې تراوسه پۀ اتفاق رايه سره پاس نۀ کړے شو، ټول ملک پۀ ارډيننسونو روان دے، د اپوزيشن سره صلاح مشوره يو طرف ته، پۀ هغوي ئې د الزامونو بازار لا اوس هم ګرم دے، کۀ د وژن افسانوي او لوې لوې قيصې ئې يادوو نو اوس ئې د جادو، منتر او دمونو قيصو ته هم حېران يو. غرض دا چې د پاکستان تحريک انصاف يو اړخ هم داسې نشته چې سړے پرې د اطمينان اظهار وکړي. موجوده حکومت چې څومره پۀ خرش پرش او اوچتو دعوو راغلے ؤ، چې څومره زياتې دعوې ئې کړې وې، چې پۀ مخالفينو ئې څومره زيات الزامونه لګولي وو، چې څومره زياته ئې د بدلون هنګامه جوړه کړې وه او چې څومره زيات ئې د ملکي حالاتو سمولو پۀ يو نېب چغې سورې جوړې کړې وې، هم پۀ هغه ډول ئې حکومت نااهله، وزيران نامراده، مشيران نالائقه او هم پۀ هغه رفتار د ناکامۍ سره مخ دے. ځکه نن پۀ ملک کښې د هر څيز پايه پۀ وروستو چورلي او صرف يو شے دے چې هغه لکه د دېو پۀ چينګو سپږمو پۀ بره روان دے او هغه د دې ملک د تباهۍ سفر دے. کۀ پۀ ملک کښې راغلې ګرانۍ تو ګورو نو عقل ئې منلو ته تيار نۀ دے او دا مونږ نه بلکې راپورونه او سروے ګانې وائي چې پاکستان د نړۍ پۀ مخ څلورم نمبر تر ټولو زيات ګران ملک دے، بلخوا نۀ پوهېږو چې کومه ګناه دې غريب اولس کړې ده چې د کرايه د خزانې مشير وائي چې پاکستان د نړۍ تر ټولو ارزان ملک دے، يعنې خپلې کوتاهۍ، غلطۍ او نالائقۍ منلو ته هم تيار نۀ دي. بل رپورټ وائي چې پۀ ملک کښې د ګرانۍ اويا کلن رېکارډ مات شو يعنې نن چې پۀ ملک کښې کومه ګراني ده او هر شے د اور پۀ بيعه دے نو داسې حالات پۀ تېر څلور اويا کاله کښې دې ملک او د دې اولس نۀ دي ليدلي. او ولې به داسې نۀ وي چې د ډالر پۀ ځمکه د راکوزولو دعوېدارو پۀ حکومت کښې ډالر پۀ اول ځل د ملک پۀ تاريخ کښې 176 روپۍ ته ټوپ وهلے دے، سرۀ زره توله يو لاکهـ او دوه دېرش زره ته رسېدلي دي، تېل پۀ 140 روپے يو لېټر او هره ورځ د غريب اولس پۀ سر د لا ګرانېدو وېره سوره وي. چې دا حکومت راتلو نو چيني پۀ شپېتۀ روپی کېلو وو، اوس پۀ شپږ شلې دي، د اوړو څلور دړيزه تروړه پۀ نهه سوه وه، اوس پۀ ديارلس نيم سوه ده، شپاړس کېلو د کور د استعمال ګېس سلېنډر به پۀ پنځلس يا شپاړس سوه ؤ، اوس پۀ درې زره دے، د غوړو دړيز ټيمګے پۀ اتۀ يا نهه سوه ؤ، اوس پۀ شپاړس، اوولس سوه دے. دغه شان چرګ، دال، وريژې، دوايانې، سټېشنري، کاغذ، سياهي او نومې شے يو پۀ دوه ګران شوے دے. کۀ يو خوا د ګرانۍ لۀ وجې د اولس بد حال دے او هر سړے پۀ لړزان دے نو بلخوا حکومتي واکمنان تش پۀ لاپو ساعت تېرے کوي. چې پۀ يو ملک سخت وخت راشي او حکومت او حکومت کښې ناست خلک ئې لږ هم عقل او سوچ لري نو د اپوزيشن سره کښېني، صلاح مشوره وکړي، د هغوي د تجربو نه فائده واخلي او پۀ حالاتو د قابو راوستلو لپاره هلې ځلې وکړي. خو دلته لۀ بده مرغه داسې ښکاري چې لۀ سره هډو حکومت شته نه. ګنې نو تراوسه به ناست وو، خو هغوي پۀ خپل ترنګ کښې مست دي او چې تپوس ترې کوې نو يا خو وائي چې ګراني د اپوزيشن ملنډه او پروپېګنډه ده او يا لنډ دا ووائي چې دا ټول حالات د تېرو حکومتونو د لاسه دي. سړے حېران شي چې د دې خلقو پۀ حکومت کښې دا څلورم کال دے او اوس هم ټوله پړه پۀ تېرو حکومتونو وراچوي. لنډه او اصل خبره دا ده چې داسې خبرې نااهله او نالائقه خلق کوي، ګنې پۀ ملک او اولس مئين خلک نۀ صرف خپلې کوتاهۍ مني بلکې د ملک او عوام لپاره هر چا سره غاړه هم اوړي. داسې خو ملک څۀ چې يو ټاؤن هم نۀ چلېږي چې يو تن پۀ کښې هر څۀ پۀ خپله خوښه کوي او کۀ بل څوک څۀ وائي نو يا خو د غدارۍ فتوې وي او يا ئې د غلا او کرپشن پۀ بې بنياده تورونو توروي او د چپ کولو کوشش ئې کوي. تر دې دمه د کپتان د حکومت ارادې د اولس د خدمت نۀ ښکاري بلکې داسې ښکاري چې د خلقو نه څۀ بدل اخلي. د عوام خدمت تش پۀ دعوو او پۀ مخالفينو د تورونو لګولو سره نۀ کېږي، تش پۀ دې ملک نۀ چلېږي چې تېر حکومتونه غلۀ وو، تش پۀ دې نۀ کېږي چې صرف زۀ صادق او امين يم او نور ټول کرپټ وو. يو خوا کۀ دا بدرنګي ده نو بلخوا د اولس دوکه کولو بلکې د اولس پۀ غړېدلو سترګو لاس ږدلو لپاره هره حربه استعمالوي؛ لکه پۀ خپله د وزيرانو او مشيرانو د کنډک سره عمرې له ځي خو چې کله به نواز شريف يا بل حکمران تللو نو ملک به ئې پۀ سر اخستے ؤ چې د قام او ملک سرکاري پېسو باندې شاه خرچۍ کوي. مخکښې به ئې د نورو ملکونو نه قرض پېسې اخستلو ته “خيرماري” او “سوال کول” وئيل او اوس چې خپله هم هغه کار کوي نو نامه ئې ورله د “پېکج” ورکړې ده. وئيل به ئې چې کچکول به ماتوم خو وخت وليدل چې پۀ کچکول کښې ئې د قرضې نوي او زاړۀ ټول رېکارډونه مات کړل. وئيل به ئې چې خودکشي به وکړم خو ائي اېم اېف ته به لاړ نۀ شم خو وخت وليدل چې ائي اېم اېف له داسې لاړو چې پۀ نخرو نخرو او ځکه نن پۀ ملک کښې هره ورځ بجلي ګرانېږي، تېل ګرانېږي او د خوراک شيان ګرانېږي. ملک د عوام دے، حکومت د پي ټي ائي دے خو نرخونه د ائي اېم اېف پۀ خوښه او شرطونو تړلے کېږي. ملک داسې نۀ چلېږي، پۀ جمهوري ملک کښې يوازې حکومت نۀ وي بلکې اپوزيشن هم وي او چې څنګه د حکومت رول مهم دے نو هم دغه شان د اپوزيشن رول هم مهم وي. کۀ يو جهموري سېسټم کښې پۀ يو ملک کښې پۀ اپوزيشن بندېزونه ولګي نو حکومت بې مهاره شي او پۀ پاليسيو ئې د نظر لرلو څوک پاتې نۀ شي او عقوبت دا چې حکومت ناکامه او او اولس غرق شي، لکه څنګه چې نن سبا د دې ملک حالات دي. سياسي ګوندونه منو چې يو بل سره اختلاف لري، د رايه اختلاف د جمهوريت ښکلا ده. د انتخاباتو دوران د مخالف ګوندونو مشران يو بل پسې خبرې هم کوي، پۀ يو بل تنقيدونه هم کوي خو کله چې ټاکنې ترسره شي او يو جماعت اکثريت سره بريالے شي او حکومت جوړ کړي نو بيا حکومتي جماعت او اپوزيشن ګوندونه خپلې خبرې هېرې کړي او خپل خپل متعلقه ائيني کار ترسره کولو ته ملا وټري. دلته لۀ بده مرغه، پي ټي ائي د عمران خان پۀ مشرۍ کښې چي څنګه سوچ، اپروچ او ذهن پۀ حکومت کښې راتلو نه مخکښې لرلو نو هم هغه شان سلوک ئې نن هم دے. سياست خو د خبرو، وئيلو، اورولو او اورېدلو هنر دے، سياست خو د زغم نامه ده، د برداشت دوېم نوم دے خو څۀ وکړو چې پي ټي ائي او عمران خان د سياست د دنيا دغه روايات بدلول غواړي او هر څۀ ته ئې تيلے ورته کړے دے. د نورو پۀ بدنامولو او د ځان پۀ نېک او پارسا ثابتولو کښې ئې د ملک معيشت برباد کړو. مخکښې به ئې د وژن خبره کوله خو اوس خبره دمونو، تعويذونو او کوډو منترو ته راغلې دي. د کپتان د اناپرستۍ يا عقيدوي ضعف لۀ وجې نن د ملک د اهمو سرکاري او حکومتي عهدو خبرې پۀ لارو او چوکونو کښې کېږي. کۀ صرف معاشي بحران او بدحالي وه نو بيا به هم يوه خبره وه خو لۀ بده مرغه ورسره پۀ فارن فرنټ هم ناکامه دے، کۀ دوست ملکونه ئې د پاليسيو لۀ وجې خفه دي نو امريکې پۀ شان مطلب پرست ترې هم وېزاره دي. مختصر دا چې پۀ ټول حکومت کښې داسې يو سنګل وزارت هم نشته چې کارکاردګي ئې مثالي څۀ چې د مېنځومانه درجې هم وي. د ناکاميو داستان ئې نور هم اوږد دے خو د کار پۀ دې خبره به ئې راټول کړو چې بايد اوس داسې موقع پرست خلق راوستلو نه راوستونکي سبق واخلي ځکه چې نقصان ئې ملک او غريب عوام ته رسي.

    شهزره

    قامي شعور، قامي سياست، قامي ګټه

    پۀ دې کښې اوس هېڅ شک و شبه نشته چې نننۍ نړۍ د سياست نړۍ ده او د قامونو پرمختګ پۀ سياست کښې پټ دے. مونږ چې پۀ کومه خطه کښې ژوند کوو دلته سياست او جمهوري نظام د نورې پرمختللې نړۍ پۀ مقابله کښې لږ وروستو رارسېدلے دے. کۀ د پرمختللي هېوادونو ترقۍ ته ګورو نو بس دغه يو راز دے چې پۀ سياسي توګه مستحکم پاتې شوي دي. زمونږ خطه کښې د بهرني ښکېلاکونو لۀ وجې د رايه د اظهار اجازت مونږ ته وروستو ترلاسه شوے دے او هم دا وجه ده چې مونږ د بېش قيمته وسيلو باوجود نن پۀ يويشتمه پېړۍ کښې هم د يو شمېر مسئلو او ستونزو ښکار يو. خو خوشبختي مو دا ده چې د پېرنګي پۀ شان زورور ښکېلاکګر باوجود زمونږ د پښتنو سياست د دې سيمې د نورو قامونو پۀ مقابله کښې زيات پوخ، نظرياتي او اصولي دے. او د دې يوازينۍ وجه فخر افغان باچاخان دے. باچاخان هغه لوے او قداور شخصيت دے چې خپل پښتون قام ئې پۀ سياست اموخته کړے هم دے، پۀ سياست ئې پوهه کړے هم دے او د سياست لار ئې ورته هم ښودلې ده. باچاخان هغه دروند او منلے شخصيت دے چې نړۍ ته ئې ښودلې ده چې پښتانۀ نۀ يوازې سوچ او عقل لري بلکې پۀ سياست کولو هم پوهېږي. باچاخان د پښتنو هغه قامي اتل دے چې نړۍ ته ئې وښودل چې پښتانۀ د زور باوجود د سياست او مکالمې پۀ قوت يقين لري او نړۍ ته ئې وښودل چې کله دوي له موقع ورکړې شي نو بيا د نيمې نړۍ واکمن شين سترګے پېرنګے هم ورته تن نۀ ږدي. کۀ څوک ئې مني او کۀ نه خو د برصغير نه د پېرنګي پۀ ويستلو کښې د باچاخان او د هغۀ د خدائي خدمتګار تحريک کردار لکه د نمر روښانه دے. دا هر څۀ باچاخان د خپلو ملګرو او قامي سياست پۀ زور کړي دي او د ازادۍ ترلاسه کولو سره سره ئې پښتنو ته دا سبق ورکړے دے چې ستاسو د مسئلو حل صرف او صرف پۀ قامي سياست کښې دے. دغه شان بيا رهبر تحريک خان عبدالولي خان او ملي مشر اسفنديار ولي خان پۀ ملک کښې د خپل قام د حقونو د جنګ سره سره خپلې سياسي او ائيني ذمه وارۍ داسې پۀ بې مثله طريقه پورې کړي چې کۀ ائين ئې ملک له جوړ کړے نو ورسره ئې پۀ سياست کښې اصول هم متعارف کړي دي او هم د دې قامي سياست پۀ زور او د باچاخان او ولي خان پۀ لار ملي مشر اسفنديار ولي خان د خپل نيکۀ، پلار او خدائي خدمتګارو خوب پوره کوي او د صوبې نامې سره سره صوبې له اختيار هم راوړي. دا هر څۀ صرف پۀ قامي سياست شوي دي. نن هم حالات د قامي سياست متقاضي دي. ملک کښې د ګرانۍ لۀ وجې غريب سړے پوزې له راغلے دے، د اوبو، ګېس او تېل د بېش بها زېرمو باوجود نن زمونږ د صوبې اولس د بجلۍ د نشتوالي، د بجلۍ لۀ وجې د صنعتونو د بندېدو او پۀ ګران نرخ د ګېس پۀ اخستلو مجبوره دي. ولې، ځکه چې موجوده صوبائي حکومت د خپل حق تپوس نۀ شي کولے. نن هر ګوند د خپلې فائدې او ګټې لپاره پۀ مېدان موجود دے، څوک د اشارو پۀ طمع کښې ناست دي او څوک د حکومت پۀ لالچ کښې د چا پۀ اشاره کښېنې او پاڅي. پۀ دې حالاتو کښې صرف او صرف عوامي نېشنل ګوند يو داسې ګوند دے چې هره نعره، هره چغه او هر احتجاج ئې د خپل قام لپاره دے. نن کۀ کوم ګوند د ګرانۍ خلاف وړومبے احتجاج شروع کړے دے نو هغه عوامي نېشنل ګوند دے، نن کۀ پۀ ټوله صوبه کښې پۀ هر تحصيل کښې کوم ګوند د حکومتي نااهلۍ او ګرانۍ خلاف چغه پورته کړې ده نو هغه صرف عوامي نېشنل ګوند دے. نن کۀ د حکومتي ظلم خلاف د کوم ګوند مشران او کارکنان پۀ مېدان ولاړ دي نو هغه صرف عوامي نېشنل ګوند دے. ولې، ځکه چې دا ګوند قامي سياست کوي، د خپل قام سياست کوي او د خپل قام لپاره ئې کوي. ولې پۀ مېدان دے، ځکه چې غلۀ نۀ دي، ګنې د نېب لۀ وجې پۀ دي ملک کښې څوک راوځي نه. خو د دوي لمنې سپينې دي، داغ پرې نشته، ځکه د حکومتي پاليسيو خلاف لکه سپين باز پۀ مېدان ولاړ دي. اولس له به هم سوچ کول پکار وي، سترګې به ورله پرانستل پکار وي، خپل پردے به ورله پېژندل پکار وي، دا به ورله کتل پکار وي چې څوک د دوي د ګټې خبره کوي څوک ئې د تاوان، څوک ئې خپل خلق دي او څوک ئې هسې پۀ خلۀ خپل دي. مونږ له به دې حالاتو ته پۀ وازو سترګو کتل وي، د شعور پۀ پېمانه به حالات تلل وي، قام ته به کتل وي، قام لپاره به ګام اوچتول وي او قام سره به تلل وي.

  • د شوکې او تروړنې دوه نيم کاله – ساجد ټکر

    د شوکې او تروړنې دوه نيم کاله – ساجد ټکر

    د برطانيې مشهور فلسفي او سياسي پوهان برټرېنډ رسل يو مشهور قول دے چې،” ما ته چې کله هم يو مضبوط دليل مخې ته راغلے نو ما پۀ خپل سوچ بدلولو کښې هډو شرم نۀ دے محسوس کړے”. برټرېنډ رسل د خپل سوچ، فکر او انداز لۀ وجې پۀ ټوله نړۍ کښې يوه ځانګړې نامه ده. د موصوف د دې خبرې څخه جوتېږي چې پوهه او لوے خلک کله هم خپله ذاتي انا، عناد او خپله خوښه ناخوښه پۀ سياست، نظريه، فلسفه او خپل مقصد باندې وچته نۀ ګڼي. اوس کۀ يو کس داسې وي چې پۀ زړۀ سپين وي، خبره ئې يوه وي، قول او فعل کښې ئې تضاد نۀ وي نو هغه بۀ خپله کمزوري منلو کښې کله هم د ليت و لعل نه کار وا نخلي . خو کۀ يو کس پۀ ځان مئين وي، قول او فعل کښې ئې تضاد وي، صرف د خبرو شېر وي او “مستند هے ميرا فرمايا هوا” باندې ټينګار کوي نو هغه بۀ بيا کۀ هر څۀ وي، هاغه څۀ کوي چې پۀ څۀ کښې ئې انا ته تسکين رسي. کۀ ملک ورانېږي، خلک ورتېږي، اولس لوغړن وي او غريب بربنډ وي خو دغه سړے بۀ وائي چې هر څۀ ټيک دي. داسې کۀ يو عام تن وي نو څۀ باک نشته خو کۀ داسې سوچ د يو ملک حکمران ولري نو دا ډېر خطرناک کار دے. کۀ وګورو نو پۀ ملک کښې د دوه نيم کالو راهسې د ګرانۍ يو طوفان روان دے. نومې شے مخ پۀ بره روان دے خو د ملک وزيراعظم وائي بلکې دعوي کوي چې ملک کښې ګراني کمه شوې ده. اوس دلته د دنيا ټولې فلسفې ګونګۍ دي. يو خوا خوار غريب اولس دے چې چېغې ئې ووځي او بلخوا د بدلون پۀ نامه راغلے کپتان دے چې پۀ لغړ اولس باونسرې وروي. هر چا ته پته ده چې کپتان پۀ کومو دعوو او نعرو راغلے ؤ . کومې کومې دعوې وې چې دۀ کړې نۀ وې، کوم کوم اسمان ؤ چې دۀ پۀ ډانګونو نۀ ؤ وهلے، کوم کوم خوب ؤ چې دۀ اولس ته نۀ ؤ ښودلے، کوم کوم الزام ؤ چې دۀ پۀ تېرو حکمرانانو نۀ ؤ لګولے، کوم کوم سقم ؤ چې دۀ پۀ ګوته کړے نۀ ؤ، کومه کومه بيماري وه چې دۀ سره ئې علاج نۀ ؤ، کوم کوم امکان ؤ چې دۀ څرګند کړے نۀ ؤ، کوم کوم ماهر او “افلاطون” ؤ چې دۀ سره مل نۀ ؤ، کوم کوم لوبغاړے ؤ چې دۀ سره نۀ ؤ بلکې پوره ټيم ورسره ؤ (د معاشي ماهرينو د دوه سوه کسانو ټيم)، کومه کومه سزا وه چې دۀ د لوټمارانو لپاره نۀ وه وئيلې، د صداقت او امانت کومه کومه تمغه وه چې دۀ خپل ځان او خپل ټيم لۀ نۀ وه ورکړې او کومه کومه لاپه وه چې دۀ نۀ وه وهلې !!! هر څۀ لکه د نمر ښکاره دي . بچے بچے پوهه دے او هر چا ته د کپتان حقيقت ښکاره شوے دے. کۀ اوس هم څوک د تردد ښکار وي يا ئې زړۀ کښې اوس هم د څۀ طمع وي نو راځئ چې دقياس پۀ ځاے د کپتان پۀ دوه نيم کاله حکمرانۍ کښې د ملک پۀ حالاتو، پۀ راغلي “بدلون”، پۀ رامنځ ته شوې ګرانۍ، سياسي اړي ګړي او انتظامي بحران نظر وزغلوو.

    دعوي ئې کوله چې ورسره د معاشي ماهرينو پوره ټيم دے او د ملک معيشت بۀ د سترګو پۀ رپ کښې ټيک کړي . خو مونږ وليدل چې معيشت ټيک کول خو لرې خبره ده چې هغه ټيم ئې هم پۀ ځاے و نۀ ساتلے شو او خپل “افلاطون” وزير يعنې اسد عمر ئې د کال نۀ هم مخکښې مخکښې د سترګو چپ راغے او ډډې ته ئې کړو او د معيشت سمولو لپاره ئې حفيظ شېخ پۀ چترۍ راکوز کړو .دعوې ئې کړې وې نو ائي اېم اېف سره ئې پنګه واخسته او ځان ئې نېغ نېغ کړو خو پۀ اخر د ائي اېم اېف پښو لۀ داسې پۀ نخرو لاړو چې پخوانيو قرضو او د ائي اېم اېف “انټي” ته هم شرم ورغلو او د خپلو شرطونو سره ئې ورله قرض ورکړو . اوس مو دا هم اورېدلي بلکې کپتان پۀ ډېر ناز او غرور وئيلي چې تر اوسه ئې شپږ زره اربه روپۍ قرضه واپس کړې دہ؛ دا پۀ خپل ځاے خو اهم سوال دا دے چې تراوسه ئې قرضه اخستې څومره ده؟ دغه شان وئيل به ئې چې پوليس او انتظامي عهدې بۀ غېر سياسي وي خو پۀ پنجاب کښې ئې پۀ پوليس ائي جي او چيف سېکرټري سمې لوبې وکړې او هډو دمق ته ئې نۀ پرېږدي . دغه شان د احتساب ماستۀ ئې دومره وشاربل چې د شوملو پۀ ځاے ترې خرړينګ جوړ شو چې نۀ د دين شو او نۀ د سادين شو . دغه شان خبره بۀ ئې کوله چې کۀ چا پۀ دۀ يا د دۀ پۀ ملګرو د کرپشن تور قدرې هم ولګولو نو يا خو بۀ ګوښه شوے وي او يا بۀ ئې د مخې سره “انصاف” کړے وي . خو د چينو او اوړو پۀ اربونو روپۍ سکېنډل ئې ځان داسې داسې غلې کړے دے چې توبې وباسه . دغه شان پۀ فارن فنډنګ کېس کښې د ايماندارۍ پۀ ځاے اکبر اېس بابر ته پۀ پښو پرېوتے او د موخرالذکر د دعوي ترمخه د کېس نه د وروستو کېدو پۀ بدل کښې ئې ورته د لوې عهدې وړاندېز کړے دے ؛ راشه کۀ تاودېږې، وئيل به ئې څۀ او اوس کوي څۀ!!! دغه شان ملک بۀ ئې پۀ سر راخستے ؤ چې پۀ حکومت کښې د راتلو نه پس بۀ د ملک ” لوټلې” شوې دوه سوه اربه روپۍ ملک ته بېرته راوړي چې لا تر اوسه ئې ساده عوام پۀ طمع دے خو سدهوم ته شين دے . پۀ ځان ئې باور ډېر ؤ، پۀ ځان برخود غلط ؤ او يا چا تېروستے ؤ نو پۀ ځان پوهه نۀ شو او دعوي ئې وکړه چې پۀ کال کښې بۀ اتۀ سوه اربه روپۍ ټېکس راټولوي ؛ اوس قضاوت پۀ تاسو! ايا د يو پوهه سړي سره داسې خبره ښائي؟ هم دغه وجه ده چې ټېکس زيات خو نۀ شو البته کم شو او دا پرې د عوام د باور غمازي هم کوي. هم دغه تېروتنې وې چې نوکريانې زياتې خو نۀ شوې البته پۀ لکهونو خلک بېروزګاره شول . رښتيا دا پکښې ډېره عجيبه وشوه چې کوم سړے او کوم حکومت د کرپشن د مونډ ويستلو پۀ نامه او دعوي راغلے ؤ نو هم د هغۀ پۀ حکومت کښې د ټرانسپرنسي انټرنېشنل ترمخه پۀ ملک کښې کرپشن د تېر وخت پۀ مقابله کښې زيات شوے دے . اوس کۀ د کپتان پۀ حکومت کښې د خارجه پاليسۍ خبره کوو نو هم تصوير ډېر بدرنګ دے . د کپتان نه مخکښې د سعودي عرب سره زمونږ اړيکې څنګه وې او اوس څنګه دي؟ چين سره اول تعلق څنګه ؤ او اوس څۀ حالات دي . د سي پېک پوزيشن مخکښې څنګه ؤ او اوس څنګه دے . ايا ملائشيا او ترکي اوس هم زمونږ سره پۀ يو پېج دي؟ او بيا د ټولو نۀ غټ سوال د کشمير دے؛ د کشمير پوزيشن د کپتان د حکومت نه مخکښې څنګه ؤ او اوس ئې څۀ حال دے؟ تصوير بېخي څرګنده او لکه د ائينې بې رويه بې ريا دے خو د زړۀ خوراک خبره دا ده چې نۀ خو ئې څوک تپوس کوي او نۀ پۀ “چا” د کپتان دا ناکړدې بدي لګي . ګنې تاريخ ګواه دے چې پۀ دې ملک کښې د حکومتونو پۀ لږه ډېره غلطۍ حکومتونه تخته کړے شوي دي. نۀ پوهېږو چې کپتان نيازبين ډېر دے، زورور زيات دے او کۀ څۀ دم مم او د پيرانو د دعا اثر دے ګنې د يو ناکام حکومت ټولې نخښې نخښانې پکښې لکه د چڼو د وظيفې د ډوډۍ ټولې راجمع دي. د نا اهلۍ ئې د دې نه بل کوم لوے ثبوت کېدے شي چې کوم نواز شريف پۀ خپل حکومت کښې پۀ جېل کښې ؤ نو هم هغه نواز شريف د دۀ پۀ حکومت کښې لندن ته ورسېدو. خلکو ته به ئې د غبرګ شهريت پېغور ورکولو، خلکو ته بۀ ئې مالشيان، پالشيان او سفارشيان وئيل خو نن ترې د مشيرانو او وزيرانو پۀ نامه د ملک لوے لوے پالشيان، مالشيان او سفارشيان راتاو دي . ملک لوټ کړے شو، نوکريانې پۀ پېسو خرڅېږي، پۀ چينو او اوړو کښې خلکو اربونه ووهل خو کپتان د ورلډ کپ پۀ خمار کښې خوبولے دے. ډالر د “کرپټ” پۀ حکومت کښې پۀ 120 ؤ او د “ايماندار” پۀ حکومت کښې 160 ته ورسېدو . سرۀ زر د 58 زره نه يو لکهـ لس زره ته ورسېدل، تېل پۀ څۀ کم سل وو او اوس ئې خوښه خپله ده ځکه چې پۀ مياشت کښې درې درې ځله ګرانېږي . چينې هم پۀ درې پنځوس روپۍ کلو کښې نۀ وو خوشاله او ځان ورته غريب جنس معلومېدو نو ځان ئې د اشرافيه اجناس پۀ لړ ۍ کښې شمېرلو لپاره سل روپۍ کلو ته وخېژولو . اوړو هم دوړه وکړه او د اووۀ نيم سوه نه ديارلس سوه روپۍ ته وختل . دغه شان پۍ، اګۍ، بجلي، غوړي، ښختې، سريا او د استعمال هر شے پۀ دوه نيم کاله کښې مخ پۀ بره تلے دے . صرف يو شے لاندې راغلے او هغه جي ډي پي دے چې د نمو شرح ئې د ملک پۀ تاريخ کښې پۀ اول ځل صفر نه هم لاندې تلې ده. دغه د مهان کپتان د حکومت د دوه نيم کالو لاس ته راوړنې دي، دغه ئې کانامې دي، دغه ئې غريب اولس ته د هغه خوب تعبير دے چې دۀ ورته پۀ رڼا ورځ ښودلے ؤ. دغه ئې قيصه ده چې پۀ اورېدو ئې د چا يقين نۀ راځي. دغه ئې هغه داستان دے چې پۀ هر باب کښې د نالائقۍ، ناايلۍ، بدنظمۍ، بربادۍ، بې عقلۍ، سرزورۍ، بدکلامۍ او پۀ خلکو د الزام تراشۍ کردارونه پۀ چغو دي۔ دغه ئې د هغه بدلون قيصه ده چې د وړمبنۍ ورځې نه پۀ الټه طرف روان دے.

  • پۀ دې خاوره د ژوند کولو ضابطه عدم تشدد ده – ساجد ټکر

    پۀ دې خاوره د ژوند کولو ضابطه عدم تشدد ده – ساجد ټکر

    دا خبره اوس لۀ چا هم پټه پناه نۀ ده چې کۀ د پښتنو پۀ دې خاوره څوک خفه کېږي نو هغه د دې خاورې حلالي بچي دي. هاغه حلالي بچي چې کله هم پۀ دې خاوره سخت وخت راغلے نو دوي خپلې سينې مخکښې کړې دي او خپله خاوره ئې ژغورلې ده؛ دا هاغه حلالي بچي دي چې کله پۀ دې خاوره پرديو يرغل کړے او يا بيا خپلو خلکو د پرديو منلي او پردۍ نظريه او نظر ئې راوړے او پۀ خلکو ئې تپلے نو د دې خاورې حلالي بچي پاڅېدلي او دغه نظريه ئې نۀ صرف رد کړې بلکې پۀ شا ئې هم تمبولې ده. تاريخ ګواه دے چې د پښتنو پۀ دې خاوره وخت پۀ وخت کۀ د پرديو لۀ خوا حملې شوې دي نو ځينې خپلو هم د دې خاورې پۀ بربادولو کښې کردار لوبولے دے. خو بيا پۀ دې خاوره داسې يو تن سترګې وغړولې چا چې پښتنو لۀ نۀ صرف د دې خاورې سره د نۀ ختمېدونکي تړون احساس ورکړو بلکې د ژوند ضابطه ئې هم ورته ډېره واضحه او څرګنده پرېښوده. دغه لوے سړے بل څوک هم نا بلکې فخر افغان باچاخان بابا دے. لوے بابا د پښتنو پۀ کوڅه کوڅه وګرځېدو او پښتانۀ ئې پۀ خپل حق او پۀ دې خاوره د ژوند کولو پۀ هنر پوهه کړل. ځکه خو کله چې د افغانستان پۀ خاوره د روس او امريکې جنګ شروع شو او ځينې خلکو د خپلو ګټو او مفادو لپاره دې جنګ لۀ د جهاد نوم ورکړو نو بابا پۀ جار ووئيل چې دا جهاد نا بلکې فساد دے، وې وئيل چې دا د اسلام پۀ نامه د روس او امريکې د مفادو او ګټو جنګ دے. نن عوامي نېشنل ګوند د خپل دغه لوے بابا پۀ فلسفه او د عدم تشدد پۀ لار روان دے. نن د لوے بابا بچي پۀ خپله خاوره د يوې پردۍ نعرې خلاف لکه د غر ولاړ دي او شکر دے اوس پښتانۀ هم بېدار شوي دي. پۀ دې خاوره د اسلام پۀ مقدس نوم ډېر کورونه وران شول، ډېرې مېندې بورې او ډېر ماشومان يتيمان شول. دا وطن پۀ پرديو نعرو کنډر کنډر شو، کۀ مکتبونه ئې پۀ بمونو والوزولے شول نو مدرسې ئې هم محفوظې پاتې نۀ شوې. پۀ لسيزو محيط دې جنګ کښې تر ټولو زيات زيان هم د دې خاورې اوسېدونکو ته ورسېدو. او هم دا وجه ده چې نن پۀ دې خاوره چې څوک هم د جنګ خبره کوي نو د دې خاورې حلالي بچي خوږېږي،زورېږي، دردېږي او بيا لۀ ډېره سوخته پاڅي او د عدم تشدد پۀ لار د دغه ناوړې نعرې مخنيوے کوي. خو لۀ بده مرغه د دې وطن خائنان پردۍ نعرې خپلې ګڼي . يوه تازه بېلګه ئې خپلو لوستونکيو ته دلته وړاندې کوو. تېرو ورځو کښې د مولانا سميع الحق مرحوم زوي مولانا حامدالحق پۀ يوه خبري غونډه کښې ډېر پۀ کلکو سترګو د افغانستان پۀ حکومت غږ وکړو چې افغان حکومت دې طالبان ته تن کېږدي يعنې سرنډر دې شي. عجيبه خبره دا ده چې دا موصوف پۀ کوم حېثيت د افغانستان پۀ حکومت داسې غږ کولے شي. بله مهمه خبره دا ده چې موصوف دا خبره پۀ يو داسې وخت کښې کوي کله چې پۀ افغانستان کښې د روغې جوړې او سولې خبرې اترې روانې دي. دا کۀ نېغ پۀ نېغه د يو ملک پۀ کارونو کښې لاسوهنه ده نو بلخوا د جنګ لمبو ته لمن هم وهل دي. دا يوه بيانيه ده چې د جنګ پلويانو لۀ خوا مخ پۀ وړاندې بوتلې شي. او دا خبره اوس پۀ هر چا څرګنده ده چې پښتانۀ جنګونو دومره زپلي دي چې نور د ګل ګوذار هم نۀ شي زغملے. ځکه نو پۀ دې خاوره، د دې خاورې پۀ اولس، پۀ پښتنو مئين، دردېدونکے اېمل ولي خان چپ پاتې نۀ شو او پۀ جار ئې د دې غږ، بيانيې او نظريې جواب وکړو . اېمل ولي خان چې د پښتنو د حقونو محافظ اسفنديار ولي خان زوے، د رهبر تحريک خان عبدالولي خان نمسے او فخر افغان باچا خان کړوسے دے، پۀ دې نعرو، بيانيو او سازشونو پوهه دے، خبره کولے هم شي او د خبرې چل هنر هم ورځي. خداے کۀ غږ ورکړے نو ورسره پۀ لکونو کروړونو پښتانۀ هم ولاړ دي. ځکه نو اېمل ولي خان د پردي جنګونو څخه د دې خاورې ژغورل خپل فرض ګڼي. د مولانا زوي خبره ډېره بدرنګه او د نفرت او کرکې د بيانيې وه خو اېمل ولي خان د سياست او عدم تشدد پۀ لار جواب ورکړو. خو بيا هم ځينې خلکو دغه جواب برداشت نۀ کړے شو او پۀ اېمل خان پسې ئې سپکې تورې ووئيلې خو دا اوازونه دومره وو لکه پۀ اوړو کښې مالګه او د خلکو لۀ خوا دغه بدرنګ غږونه رد کړے شول ځکه چې اوس پښتانۀ بېدار دي او خپل ښۀ بد پېژني. کۀ د اېمل خان دريځ او جواب ته ګورو نو بېخي پۀ عدم تشدد او جهموري اصولو اډاڼه دے، نۀ خو پکښې سپکاوے شته او نۀ ئې چا پسې ښکنځل کړي دي. بله مهمه خبره دا ده چې اېمل ولي خان د دې خاورې، د پښتنو او د دې خاورې د وسائلو او حقونو خبره کوي نو بيا څنګه به پۀ يو داسې بيان چپ پاتې کېږي کوم چې د دې خاورې د امن، سولې او سوکالۍ خلاف وي. ځکه نو اېمل خان ووئيل چې “زۀ د مولانا سميع الحق زوي ته وائم چې خولۀ دې پۀ واک کښې کړه ګنې کۀ د پښتنو ازار ووهلې نو ستا انجام به هم لکه د خپل پلار وي او زياته ئې کړه چې پښتانۀ نور د تشدد پۀ لار د تلو نۀ دي، عدم تشدد مينه ده، عدم تشدد محبت دے”.

    هم دغه شان د عوامي نېشنل ګوند صوبائي عمومي سېکتر سردار حسېن بابک يوې جلسې ته د وېنا پۀ وخت ووئيل چې “د مولانا سميع الحق زوي ډېره عجيبه خبره کړې ده او وې وئيل چې اخر پۀ کوم دليل دغه موصوف پۀ افغانستان حکومت داسې غږ کولے شي. سردار حسېن بابک زياته کړه چې د پښتون تحريک د يو نمائنده پۀ حېث زۀ د مولانا د زوي نه دا تپوس کوم چې تۀ خو د خپل پلار د قتل د تپوس کولو جرات نۀ لرې نو بيا تا له دا اختيار چا درکړے چې د تېرو ۴۰ کلونو راهسې د پښتنو کورونه ړنګ شول، بچي يتيمان شول، اقتصاد غرق شو او ژوند مفلوج شو او تۀ د جنګ، کرکې او نفرت خبرې کوې! سردار حسېن بابک د وخت د ضرورت مطابق ښۀ پۀ ډاډ او جار ووئيل چې تاسو د ډالرو غلۀ يئ او پښتانۀ به درنه تپوس کوي “.

    سردار بابک دا هم ووئيل چې دا اجرتي قاتلان او د دوي دلالان يو ځلې بيا هاغه حالات جوړول غواړي چې جنګ شروع شي، دهماکې وشي او د پښتنو خاوره د جنګ مېدان شي. سردار حسېن بابک ووئيل چې عدم تشدد زمونږ بيانيه ده کومه چې د پښتنو وطن کښې د ژوند کولو ضابطه او لار ده.

    کۀ د صوبائي صدر اېمل ولي خان او صوبائي عمومي سېکتر سردار حسېن بابک خبرو او دريځ ته وکتے شي نو دا پۀ دې خاوره د مئينو د زړونو اواز دے. لۀ بده مرغه پۀ دې خاوره پۀ مختلفو وختونو کښې بلها کانې وشوې، پښتانۀ وغولولے شول، پۀ سرونو ئې لوبې وشوې، تعليم، اقتصاد او ژوند ژواک ئې تالاترغه شۀ . خو شکر دے نن پښتانۀ بېدار دي، پوهه دي، خپل پردے، خېر خواه او بد خواه پېژني. نن پښتون پۀ دې پوهه دے چې کومه خبره څلوېښت کاله مخکښې فخر افغان باچاخان د افغان جنګ پۀ اړه کړې وه هغه نن نۀ صرف پښتانۀ مني بلکې د بابا مخالفين ئې هم پۀ منلو مجبوره دي.

    پۀ دې خاوره يو ځل بيا د اور لمبو ته لمن وهلې کېږي. پښتنو لۀ به ځانونه پېژندل وي، دوي لۀ به د امن او کرکې پۀ غږونو کښې فرق کول وي. دوي لۀ به د امن دښمنانو هڅې د عدم تشدد پۀ لار شنډول وي.

    نن بېخي څرګنده او ښکاره ده چې څوک د امن خبره کوي او څوک د جنګ! د چا بيانيه د جنګ ده او د چا بيانيه د امن، د چا بيانيه د کرکې ده او د چا د مينې، د چا بيانيه د دې خاورې لپاره زيانمنه او د چا بيانيه ګټوره ده، د چا بيانيه پردۍ او د چا بيانيه خپله ده، د چا بيانيه بدرنګه او د چا بيانيه ښائسته ده، د چا بيانيه د مرګ او د چا هغه د ژوند ده، د چا بيانيه توره او د چا بيانيه سپينه ده، د چا بيانيه د ملا کاکا او د چا بيانيه د لوے بابا ده، او د چا بيانيه د تشدد ده او د چا بيانيه د عدم تشدد ده.

    مونږ شکر دے نۀ بې رهبره يو، نۀ بې ژبې يو او نۀ بې نظريې يو. ډېر مخکښې لوے بابا مونږ ته پۀ دې خاوره د اوسېدو لار ښودلې ده او دغه لار صرف او صرف د “عدم تشدد” لار ده.