چې يوازې يو شے وران ؤ نو مونږ به څۀ نۀ وئيل، چې يو شے خراب ؤ نو مونږ به ځان ناغرضه کړے ؤ، چې يو شے مخ پۀ ښکته ؤ نو مونږ به وئيل چې ځه خېر دے، چې لږ هم چرته د امېد بڅرے پۀ نظر راتلو نو مونږ به غږ نۀ کولو، چې لږ هم يو کار پۀ سم اړخ روان ؤ نو مونږ به هيله لرله چې ځه خېر به شي! خو لۀ بده مرغه پۀ ټول ملک کښې د حکومت لۀ خوا هر ګام او کار بې لارې او بېکاره دے. کۀ د ګرانۍ خبره شروع کوو نو معاشي نظام او نااهلي مو ځان ته راښکي، کۀ د بهرني چارو پۀ لړ کښې ناکامۍ شمېرو نو د ملک سياسي حالات راته مخې ته کېږي، کۀ سياسي نااهلي ئې ژاړو نو معاشي تېروتنو ئې ملک تالا ترغه کړو، کۀ پۀ سفارتي توګه ئې اړيکو ته ګورو نو امريکه خفه ده او زمونږ وزيراعظم صېب لا اوس هم د جوبائيډن د ټيليفون پۀ انتظار ناست دے، کۀ يو خوا امريکه خفه ده نو بلخوا چين د سي پېک پۀ سر خفه ناست دے، ائيني ذمه وارۍ خو لرې خبره ده، پارلېمنټ بېخي مفلوج دے، يو قانون ئې تراوسه پۀ اتفاق رايه سره پاس نۀ کړے شو، ټول ملک پۀ ارډيننسونو روان دے، د اپوزيشن سره صلاح مشوره يو طرف ته، پۀ هغوي ئې د الزامونو بازار لا اوس هم ګرم دے، کۀ د وژن افسانوي او لوې لوې قيصې ئې يادوو نو اوس ئې د جادو، منتر او دمونو قيصو ته هم حېران يو. غرض دا چې د پاکستان تحريک انصاف يو اړخ هم داسې نشته چې سړے پرې د اطمينان اظهار وکړي. موجوده حکومت چې څومره پۀ خرش پرش او اوچتو دعوو راغلے ؤ، چې څومره زياتې دعوې ئې کړې وې، چې پۀ مخالفينو ئې څومره زيات الزامونه لګولي وو، چې څومره زياته ئې د بدلون هنګامه جوړه کړې وه او چې څومره زيات ئې د ملکي حالاتو سمولو پۀ يو نېب چغې سورې جوړې کړې وې، هم پۀ هغه ډول ئې حکومت نااهله، وزيران نامراده، مشيران نالائقه او هم پۀ هغه رفتار د ناکامۍ سره مخ دے. ځکه نن پۀ ملک کښې د هر څيز پايه پۀ وروستو چورلي او صرف يو شے دے چې هغه لکه د دېو پۀ چينګو سپږمو پۀ بره روان دے او هغه د دې ملک د تباهۍ سفر دے. کۀ پۀ ملک کښې راغلې ګرانۍ تو ګورو نو عقل ئې منلو ته تيار نۀ دے او دا مونږ نه بلکې راپورونه او سروے ګانې وائي چې پاکستان د نړۍ پۀ مخ څلورم نمبر تر ټولو زيات ګران ملک دے، بلخوا نۀ پوهېږو چې کومه ګناه دې غريب اولس کړې ده چې د کرايه د خزانې مشير وائي چې پاکستان د نړۍ تر ټولو ارزان ملک دے، يعنې خپلې کوتاهۍ، غلطۍ او نالائقۍ منلو ته هم تيار نۀ دي. بل رپورټ وائي چې پۀ ملک کښې د ګرانۍ اويا کلن رېکارډ مات شو يعنې نن چې پۀ ملک کښې کومه ګراني ده او هر شے د اور پۀ بيعه دے نو داسې حالات پۀ تېر څلور اويا کاله کښې دې ملک او د دې اولس نۀ دي ليدلي. او ولې به داسې نۀ وي چې د ډالر پۀ ځمکه د راکوزولو دعوېدارو پۀ حکومت کښې ډالر پۀ اول ځل د ملک پۀ تاريخ کښې 176 روپۍ ته ټوپ وهلے دے، سرۀ زره توله يو لاکهـ او دوه دېرش زره ته رسېدلي دي، تېل پۀ 140 روپے يو لېټر او هره ورځ د غريب اولس پۀ سر د لا ګرانېدو وېره سوره وي. چې دا حکومت راتلو نو چيني پۀ شپېتۀ روپی کېلو وو، اوس پۀ شپږ شلې دي، د اوړو څلور دړيزه تروړه پۀ نهه سوه وه، اوس پۀ ديارلس نيم سوه ده، شپاړس کېلو د کور د استعمال ګېس سلېنډر به پۀ پنځلس يا شپاړس سوه ؤ، اوس پۀ درې زره دے، د غوړو دړيز ټيمګے پۀ اتۀ يا نهه سوه ؤ، اوس پۀ شپاړس، اوولس سوه دے. دغه شان چرګ، دال، وريژې، دوايانې، سټېشنري، کاغذ، سياهي او نومې شے يو پۀ دوه ګران شوے دے. کۀ يو خوا د ګرانۍ لۀ وجې د اولس بد حال دے او هر سړے پۀ لړزان دے نو بلخوا حکومتي واکمنان تش پۀ لاپو ساعت تېرے کوي. چې پۀ يو ملک سخت وخت راشي او حکومت او حکومت کښې ناست خلک ئې لږ هم عقل او سوچ لري نو د اپوزيشن سره کښېني، صلاح مشوره وکړي، د هغوي د تجربو نه فائده واخلي او پۀ حالاتو د قابو راوستلو لپاره هلې ځلې وکړي. خو دلته لۀ بده مرغه داسې ښکاري چې لۀ سره هډو حکومت شته نه. ګنې نو تراوسه به ناست وو، خو هغوي پۀ خپل ترنګ کښې مست دي او چې تپوس ترې کوې نو يا خو وائي چې ګراني د اپوزيشن ملنډه او پروپېګنډه ده او يا لنډ دا ووائي چې دا ټول حالات د تېرو حکومتونو د لاسه دي. سړے حېران شي چې د دې خلقو پۀ حکومت کښې دا څلورم کال دے او اوس هم ټوله پړه پۀ تېرو حکومتونو وراچوي. لنډه او اصل خبره دا ده چې داسې خبرې نااهله او نالائقه خلق کوي، ګنې پۀ ملک او اولس مئين خلک نۀ صرف خپلې کوتاهۍ مني بلکې د ملک او عوام لپاره هر چا سره غاړه هم اوړي. داسې خو ملک څۀ چې يو ټاؤن هم نۀ چلېږي چې يو تن پۀ کښې هر څۀ پۀ خپله خوښه کوي او کۀ بل څوک څۀ وائي نو يا خو د غدارۍ فتوې وي او يا ئې د غلا او کرپشن پۀ بې بنياده تورونو توروي او د چپ کولو کوشش ئې کوي. تر دې دمه د کپتان د حکومت ارادې د اولس د خدمت نۀ ښکاري بلکې داسې ښکاري چې د خلقو نه څۀ بدل اخلي. د عوام خدمت تش پۀ دعوو او پۀ مخالفينو د تورونو لګولو سره نۀ کېږي، تش پۀ دې ملک نۀ چلېږي چې تېر حکومتونه غلۀ وو، تش پۀ دې نۀ کېږي چې صرف زۀ صادق او امين يم او نور ټول کرپټ وو. يو خوا کۀ دا بدرنګي ده نو بلخوا د اولس دوکه کولو بلکې د اولس پۀ غړېدلو سترګو لاس ږدلو لپاره هره حربه استعمالوي؛ لکه پۀ خپله د وزيرانو او مشيرانو د کنډک سره عمرې له ځي خو چې کله به نواز شريف يا بل حکمران تللو نو ملک به ئې پۀ سر اخستے ؤ چې د قام او ملک سرکاري پېسو باندې شاه خرچۍ کوي. مخکښې به ئې د نورو ملکونو نه قرض پېسې اخستلو ته “خيرماري” او “سوال کول” وئيل او اوس چې خپله هم هغه کار کوي نو نامه ئې ورله د “پېکج” ورکړې ده. وئيل به ئې چې کچکول به ماتوم خو وخت وليدل چې پۀ کچکول کښې ئې د قرضې نوي او زاړۀ ټول رېکارډونه مات کړل. وئيل به ئې چې خودکشي به وکړم خو ائي اېم اېف ته به لاړ نۀ شم خو وخت وليدل چې ائي اېم اېف له داسې لاړو چې پۀ نخرو نخرو او ځکه نن پۀ ملک کښې هره ورځ بجلي ګرانېږي، تېل ګرانېږي او د خوراک شيان ګرانېږي. ملک د عوام دے، حکومت د پي ټي ائي دے خو نرخونه د ائي اېم اېف پۀ خوښه او شرطونو تړلے کېږي. ملک داسې نۀ چلېږي، پۀ جمهوري ملک کښې يوازې حکومت نۀ وي بلکې اپوزيشن هم وي او چې څنګه د حکومت رول مهم دے نو هم دغه شان د اپوزيشن رول هم مهم وي. کۀ يو جهموري سېسټم کښې پۀ يو ملک کښې پۀ اپوزيشن بندېزونه ولګي نو حکومت بې مهاره شي او پۀ پاليسيو ئې د نظر لرلو څوک پاتې نۀ شي او عقوبت دا چې حکومت ناکامه او او اولس غرق شي، لکه څنګه چې نن سبا د دې ملک حالات دي. سياسي ګوندونه منو چې يو بل سره اختلاف لري، د رايه اختلاف د جمهوريت ښکلا ده. د انتخاباتو دوران د مخالف ګوندونو مشران يو بل پسې خبرې هم کوي، پۀ يو بل تنقيدونه هم کوي خو کله چې ټاکنې ترسره شي او يو جماعت اکثريت سره بريالے شي او حکومت جوړ کړي نو بيا حکومتي جماعت او اپوزيشن ګوندونه خپلې خبرې هېرې کړي او خپل خپل متعلقه ائيني کار ترسره کولو ته ملا وټري. دلته لۀ بده مرغه، پي ټي ائي د عمران خان پۀ مشرۍ کښې چي څنګه سوچ، اپروچ او ذهن پۀ حکومت کښې راتلو نه مخکښې لرلو نو هم هغه شان سلوک ئې نن هم دے. سياست خو د خبرو، وئيلو، اورولو او اورېدلو هنر دے، سياست خو د زغم نامه ده، د برداشت دوېم نوم دے خو څۀ وکړو چې پي ټي ائي او عمران خان د سياست د دنيا دغه روايات بدلول غواړي او هر څۀ ته ئې تيلے ورته کړے دے. د نورو پۀ بدنامولو او د ځان پۀ نېک او پارسا ثابتولو کښې ئې د ملک معيشت برباد کړو. مخکښې به ئې د وژن خبره کوله خو اوس خبره دمونو، تعويذونو او کوډو منترو ته راغلې دي. د کپتان د اناپرستۍ يا عقيدوي ضعف لۀ وجې نن د ملک د اهمو سرکاري او حکومتي عهدو خبرې پۀ لارو او چوکونو کښې کېږي. کۀ صرف معاشي بحران او بدحالي وه نو بيا به هم يوه خبره وه خو لۀ بده مرغه ورسره پۀ فارن فرنټ هم ناکامه دے، کۀ دوست ملکونه ئې د پاليسيو لۀ وجې خفه دي نو امريکې پۀ شان مطلب پرست ترې هم وېزاره دي. مختصر دا چې پۀ ټول حکومت کښې داسې يو سنګل وزارت هم نشته چې کارکاردګي ئې مثالي څۀ چې د مېنځومانه درجې هم وي. د ناکاميو داستان ئې نور هم اوږد دے خو د کار پۀ دې خبره به ئې راټول کړو چې بايد اوس داسې موقع پرست خلق راوستلو نه راوستونکي سبق واخلي ځکه چې نقصان ئې ملک او غريب عوام ته رسي.
شهزره
قامي شعور، قامي سياست، قامي ګټه
پۀ دې کښې اوس هېڅ شک و شبه نشته چې نننۍ نړۍ د سياست نړۍ ده او د قامونو پرمختګ پۀ سياست کښې پټ دے. مونږ چې پۀ کومه خطه کښې ژوند کوو دلته سياست او جمهوري نظام د نورې پرمختللې نړۍ پۀ مقابله کښې لږ وروستو رارسېدلے دے. کۀ د پرمختللي هېوادونو ترقۍ ته ګورو نو بس دغه يو راز دے چې پۀ سياسي توګه مستحکم پاتې شوي دي. زمونږ خطه کښې د بهرني ښکېلاکونو لۀ وجې د رايه د اظهار اجازت مونږ ته وروستو ترلاسه شوے دے او هم دا وجه ده چې مونږ د بېش قيمته وسيلو باوجود نن پۀ يويشتمه پېړۍ کښې هم د يو شمېر مسئلو او ستونزو ښکار يو. خو خوشبختي مو دا ده چې د پېرنګي پۀ شان زورور ښکېلاکګر باوجود زمونږ د پښتنو سياست د دې سيمې د نورو قامونو پۀ مقابله کښې زيات پوخ، نظرياتي او اصولي دے. او د دې يوازينۍ وجه فخر افغان باچاخان دے. باچاخان هغه لوے او قداور شخصيت دے چې خپل پښتون قام ئې پۀ سياست اموخته کړے هم دے، پۀ سياست ئې پوهه کړے هم دے او د سياست لار ئې ورته هم ښودلې ده. باچاخان هغه دروند او منلے شخصيت دے چې نړۍ ته ئې ښودلې ده چې پښتانۀ نۀ يوازې سوچ او عقل لري بلکې پۀ سياست کولو هم پوهېږي. باچاخان د پښتنو هغه قامي اتل دے چې نړۍ ته ئې وښودل چې پښتانۀ د زور باوجود د سياست او مکالمې پۀ قوت يقين لري او نړۍ ته ئې وښودل چې کله دوي له موقع ورکړې شي نو بيا د نيمې نړۍ واکمن شين سترګے پېرنګے هم ورته تن نۀ ږدي. کۀ څوک ئې مني او کۀ نه خو د برصغير نه د پېرنګي پۀ ويستلو کښې د باچاخان او د هغۀ د خدائي خدمتګار تحريک کردار لکه د نمر روښانه دے. دا هر څۀ باچاخان د خپلو ملګرو او قامي سياست پۀ زور کړي دي او د ازادۍ ترلاسه کولو سره سره ئې پښتنو ته دا سبق ورکړے دے چې ستاسو د مسئلو حل صرف او صرف پۀ قامي سياست کښې دے. دغه شان بيا رهبر تحريک خان عبدالولي خان او ملي مشر اسفنديار ولي خان پۀ ملک کښې د خپل قام د حقونو د جنګ سره سره خپلې سياسي او ائيني ذمه وارۍ داسې پۀ بې مثله طريقه پورې کړي چې کۀ ائين ئې ملک له جوړ کړے نو ورسره ئې پۀ سياست کښې اصول هم متعارف کړي دي او هم د دې قامي سياست پۀ زور او د باچاخان او ولي خان پۀ لار ملي مشر اسفنديار ولي خان د خپل نيکۀ، پلار او خدائي خدمتګارو خوب پوره کوي او د صوبې نامې سره سره صوبې له اختيار هم راوړي. دا هر څۀ صرف پۀ قامي سياست شوي دي. نن هم حالات د قامي سياست متقاضي دي. ملک کښې د ګرانۍ لۀ وجې غريب سړے پوزې له راغلے دے، د اوبو، ګېس او تېل د بېش بها زېرمو باوجود نن زمونږ د صوبې اولس د بجلۍ د نشتوالي، د بجلۍ لۀ وجې د صنعتونو د بندېدو او پۀ ګران نرخ د ګېس پۀ اخستلو مجبوره دي. ولې، ځکه چې موجوده صوبائي حکومت د خپل حق تپوس نۀ شي کولے. نن هر ګوند د خپلې فائدې او ګټې لپاره پۀ مېدان موجود دے، څوک د اشارو پۀ طمع کښې ناست دي او څوک د حکومت پۀ لالچ کښې د چا پۀ اشاره کښېنې او پاڅي. پۀ دې حالاتو کښې صرف او صرف عوامي نېشنل ګوند يو داسې ګوند دے چې هره نعره، هره چغه او هر احتجاج ئې د خپل قام لپاره دے. نن کۀ کوم ګوند د ګرانۍ خلاف وړومبے احتجاج شروع کړے دے نو هغه عوامي نېشنل ګوند دے، نن کۀ پۀ ټوله صوبه کښې پۀ هر تحصيل کښې کوم ګوند د حکومتي نااهلۍ او ګرانۍ خلاف چغه پورته کړې ده نو هغه صرف عوامي نېشنل ګوند دے. نن کۀ د حکومتي ظلم خلاف د کوم ګوند مشران او کارکنان پۀ مېدان ولاړ دي نو هغه صرف عوامي نېشنل ګوند دے. ولې، ځکه چې دا ګوند قامي سياست کوي، د خپل قام سياست کوي او د خپل قام لپاره ئې کوي. ولې پۀ مېدان دے، ځکه چې غلۀ نۀ دي، ګنې د نېب لۀ وجې پۀ دي ملک کښې څوک راوځي نه. خو د دوي لمنې سپينې دي، داغ پرې نشته، ځکه د حکومتي پاليسيو خلاف لکه سپين باز پۀ مېدان ولاړ دي. اولس له به هم سوچ کول پکار وي، سترګې به ورله پرانستل پکار وي، خپل پردے به ورله پېژندل پکار وي، دا به ورله کتل پکار وي چې څوک د دوي د ګټې خبره کوي څوک ئې د تاوان، څوک ئې خپل خلق دي او څوک ئې هسې پۀ خلۀ خپل دي. مونږ له به دې حالاتو ته پۀ وازو سترګو کتل وي، د شعور پۀ پېمانه به حالات تلل وي، قام ته به کتل وي، قام لپاره به ګام اوچتول وي او قام سره به تلل وي.