Tag: سياست

  • خبره ورانه ښکاري – عامر عالم

    خبره ورانه ښکاري – عامر عالم

    پۀ جمهوري ټولنو او ملکونو کښې حکومتونه کۀ د ملک د انتظام پۀ ښۀ شان چلولو ذمه وار وي نو ورسره د وخت او حالاتو لۀ وجې ولاړېدونکو پېښو باندې هم نظر ساتي. کۀ حکومتونه د يو ملک د اقتصاد، تعليم، امن و امان او پرمختګ غم کوي نو پۀ ملک کښې پۀ روانو حالاتو هم ځان خبر ساتي. خو دا خبره د هاغه حکومتونو پۀ اړه وزن نيسي کوم چې د اولس پۀ ووټ او خوښه راغلي وي. د دې پر ضد کوم حکومتونه چې تش پۀ نامه پۀ ووټ راغلي وي هغوي نه داسې طمع لرل هسې د وخت ضياع ده. ځکه چې داسې حکومتونه پۀ شا پټ لاسونه لري کوم چې بيا دا حکومتونه چلوي. پۀ مملکت خداداد کښې نن سبا هم يو داسې حکومت پۀ غريب اولس مسلط دے. يو خوا کۀ دا حکومت د حکومت چلولو د طريقو څخه محرومه دے نو بلخوا د حالاتو د ادراک کولو څخه هم بې برخې دے. پۀ خولۀ خو ئې هر وخت د بدلون او ترقۍ خبرې، لاپې او نعرې وي خو پۀ اصل کښې ئې د ملک بنيادونه ډډ کړي دي. کۀ قرضه اسمان ته ورسېده نو پۀ سياسي کچ هم ملک د کړکېچ سره مخ دے. هم دغه شان کۀ انتظامي امور دي او کۀ حکومتي، خارجه پاليسي ده او کۀ د ملک دنننۍ خبرې، هر طرف ته حالات اپوټه روان دي او هغه د چا خبره چې پۀ هر اړخ ګورې نو خبره ورانه ښکاري. دلته د دې حکومت د نااهلۍ او کم عقلۍ لۀ وجې داسې کارونه وشول او خلکو داسې داسې خبرې واورېدې چې لۀ دې مخکښې ئې چا تصور هم نۀ شو کولے. لکه د بېلګې پۀ ډول کۀ د کېپټن (ر) صفدر د کراچۍ پېښه واخلو نو سړے ورته ګوته پۀ خولۀ پاتې شي. د پېښې پۀ اړه به تاسو خبر يئ ځکه دلته ئې تفصيل کښې نۀ ځو خو د دې پېښې پۀ اړه د ارمي چيف لۀ خوا د جوړ کړے شوي “کورټ اف انکوائري” خبره کوو. ستاسو به ياد وي چې کله دغه پېښه وشوه نو د حکومتي وزيرانو او مشيرانو لۀ خوا ټوله پړه پۀ سندهـ پوليس واچولې شوه، د حکومت پېسه خورو او تش پۀ نوم صحافيانو هم دا هر څۀ د سندهـ پوليس او پيپلز پارټۍ يو سياسي د چالاکۍ ګام وبالۀ. دا ئې لا څۀ کوئ، د دې ملک وزيراعظم عمران خو ټول بريدونه مات کړل او وې فرمائيل چې دا يوه “ډرامه” وه. خو بيا ارمي چيف د کورټ اف انکوئري لۀ لارې د دې پېښې د پلټنو حکم ورکړو. او چې د دغه تحقيقاتو پۀ رڼا کښې کوم رښتيا مخې ته راغلل نو هغه نۀ صرف بوږنوونکي وو بلکې د حکومت لپاره د شرم هم باعث وو. د ائي اېس پي ار لۀ خوا جاري شوي بيان کښې وئيلے شوي وو چې د ارمي چيف پۀ حکم شوې پلټنو پۀ رڼا کښې پۀ پېښه کښې ککړ د رېنجرز او ائي اېس ائي افسران لۀ خپلو څوکيو څخه پۀ ډډه کړے شول او نوره کارروائي به هم کېږي. اوس نو د ارمي چيف لۀ خوا خو پۀ پېښه نۀ صرف کورټ اف انکوائري جوړولے شي بلکې تحقيقات هم کېږي او بيا ککړ کسانو ته سزا هم ورکولې شي خو بلخوا وزيراعظم صېب وائي چې دا يو ډرامه وه. بلکې د دې نه پس هم د خان صېب يو نيازبين او د اطلاعاتو وفاقي وزير شبلي فراز وائي چې سندهـ پوليس بغاوت کړے او پۀ سندهـ حکومت غږ کوي چې د هغوي خلاف دې کارروائي وکړے شي. تاسو سوچ وکړئ چې دا د پوهې او د عقل کوم معيار دے. يو خوا د پوځ مشر خبره سموي او بلخوا د کپتان يو وزير د دوه ادارو ترمنځ نور هم زړۀ بداوے پېدا کوي. بهر حال دغه حال دے زمونږ د بدلون د دعوېدارو د عقل، پوهې او د حالاتو د ادراک.

    هم دغه شان د اسرائيل د تسليمولو او نۀ تسليمولو پۀ اړه هم ملک د عجيبه حالاتو سره مخ دے. د “مډل ايسټ ائي” يو رپورټ د عمران خان پۀ اړه دعوې کړې وه چې موصوف وئيلي وو چې د اسرائيل پۀ لړ کښې پرې د امريکې لۀ خوا سخت دباو ؤ. د دې دعوې ترديد خو بيا خارجه دفتر پۀ کلکو ټکو کښې وکړو خو لۀ دې وروستو بيا د يو دوه “حکومتي صحافيانو ” لۀ خوا ښۀ پۀ جار د اسرائيل د منلو پۀ حق کښې دريځونه مخې ته راغلل. اګرچې عمران خان بيا پۀ کلکه ووئيل چې پاکستان د فلسطين د ازادۍ پورې اسرائيل نۀ شي منلے خو. . . سوال دا دے چې ولې يو دوه داسې صحافيان ښۀ پۀ جار د اسرائيل د منلو خبره کوي. ايا بل کوم عام سړے يا سياسي مشر داسې خبره کولے شي؟

    هم دغه شان د تحريک لبيک پاکستان مشر مرحوم خادم رضوي تېره مياشت يو ځل بيا د يو شمېر خلکو سره فېض اباد ته پرلت لۀ راغلے ؤ. مرحوم څو ورځې پرلت ووهلو او خپلې غوښتنې ئې وکړې چې پکښې د فرانس د سفير د پارلېمان لۀ لارې ملک بدر کول، پۀ فرانس کښې د سفير نۀ ټاکلو، د فرانسيسي مصنوعاتو بائيکاټ کول او د ګرفتار کړے شوي خلکو پرېښودل شامل وو. لکه د خلکو يو ټولګے راځي او د حکومت څخه پۀ پارلېماني، سفارتي، اقتصادي او عدالتي معاملو کښې د خپلې خوښې فېصلې اخلي او پۀ مخه ځي. او دا هر څۀ د يوې معاهدې پۀ شکل کښې کېږي پۀ کومه چې د ملک وزير داخله او د مذهبي امورو وزير هم لاسليکونه کوي. مونږ د دې غوښتنو پۀ اړه څۀ نۀ وايو ځکه چې پاکستان يو جمهوري ملک دے او هر سړے او ګوند حق لري د حکومت څخه غوښتنې وکړي، خو سوال دا دے چې څنګه د خلکو يو ټولګے راځي او رياست مجبوري. بله مهمه خبره دا ده چې پۀ لوظنامه کښې پۀ ښکاره توګه دا خبره ليکل شوې ده چې د دغه ملک سفير به پۀ باقاعده توګه د پارلېمان څخه د فېصله سازۍ لۀ لارې ملک بدر کولے شي. اوس نو سوال دا دے چې ايا موجوده حکومت پارلېمنټ ته وقعت، اهميت او ځاے ورکوي؟ ايا پۀ دې دوه کاله کښې تر اوسه د وخت او حالاتو مطابق قانون سازي شوې ده؟ ځکه چې مونږ اورو او ګورو نو پۀ دې حکومت کښې خو ټول کارونه پۀ ارډيننسونو روان دي او تر دې دمه خواوشا څلوېښت پورې ارډيننسونه راغلي دي.

    هم دغه شان مونږ ټول د موجوده حکومت د وزيراعظم عمران خان نه تر د وزير مشير پورې خو د صداقت او امانت خبرې اترې اورو خو کله چې خبره د عمل ځاے ته راشي نو بيا هغه د چا خبره سدهوم ته شين وي. دا خو به د ټولو ياد وي چې دا حکومت د بدلون او کرپشن ختمولو پۀ نعره راغلے دے، خو مونږ ګورو چې نۀ خو بدلون راغلو او نۀ کرپشن ختم کړے شو بلکې خپله پۀ حکومت کښې پۀ ناستو خلکو د کرپشن هاغه الزامونه ولګېدل چې عقل ورته حېران شي . خو بيا زمونږ پۀ شان د خلکو عقل دلته لږ نور زيات حېران شي چې کوم حکومت، د کوم حکومت وزيراعظم او وزيران مشيران خپل ټول سياست د کرپشن کرپشن پۀ نعرو کوي هغوي پۀ خپل کرپشن ځان داسې شپېلے کړي لکه چې دا خلک تش پۀ خاورو پائي او يا ګيا خوري. لکه د چيني کمېشن پۀ لړ کښې چې د اېف ائي اے افسر سجاد باجوه څوک چې د تحقيقاتو دوران لۀ خپلې څوکۍ څخه معطل او بيا د انکوائرۍ وروستو لۀ نوکرۍ څخه پۀ ډډه کړے شوے ؤ، هغۀ نېغ پۀ نېغه پۀ وزيراعظم عمران خان، پۀ حکومتي عهدېدارو او اعلي حکومتي شخصياتو باندې “شوګر مافيا ته دګټې رسولو” تور لګولے دے. دا ګټه څۀ کمه نا بلکې څلور سوه اربه روپۍ ده کومه چې ملز مالکان ته رسولې شوې دي . کۀ يقين مو نۀ راځي نو پۀ يوټيوب او مختلفو وېب سائټونو د سجاد مصطفي باجوه مرکې پرتې دي، هغه وګورئ نو خبر به شئ چې پۀ کومه کومه طريقه غريب اولس ته د چينو پۀ مد کښې ۴۰۰ ارب روپۍ زيان اړولے شوے دے.

    کوم کوم غم به ژاړو او کومه کومه قيصه به کوو. هېڅ ته به مو خولۀ نۀ جوړېده خو کۀ سحر ماښام مو د دې حکومت د پارسايۍ او ايماندارۍ دعوې او پۀ مخالف سياسي ګوندونو د تورونو او الزامونو ناتار نۀ ليدو . مشران وائي چې “شرم څۀ ګډورے نۀ دے چې چا پسې بۍ نعرې کړي” . کۀ دې حکومت کار کړے وے يا پکښې د کار کولو استعداد ؤ نو نن به د دې ملک قرضه ۴۳۰۰۰ اربه ته نۀ رسېده، نن به د نمو شرح صفر نه ښکته نۀ وه، نن به د سټيل مل، پي ټي وي، رېډيو پاکستان وغېره ملازمين داسې پۀ بې رحمه طريقه نۀ فارغېدل . وزيراعظم خو د ائين او قانون لاندې د ملک پۀ ښۀ شان د چلولو ذمه وار وي خو دلته خو د وزيراعظم د نوټس نه هم مسخره جوړه ده او چې کله هم د يو څيز نوټس اخلي نو عوام بې اختياره چغې کوي چې پام کوه، خداے ته وګوره، رحم وکړه، دا څۀ کوې، داسې و نۀ کړې؛ ځکه چې بيا هغه څيز خامخا وزرې کوي او د غريب اولس لۀ وسه داسې وځي لکه غشے چې لۀ ليندې وځي. مشران متل کوي چې ” نۀ شې تلې نو پۀ شا به دې کړم، خو چې نۀ خورې نو څۀ به دې کړم”. چې يو سړے نۀ پوهېږي نو خلک ئې پوهه کړي خو چې يو سړے ځانته سقراط وائي نو هغۀ سره به څۀ وکړې ! بس خداے دې د دې ملک او اولس مل شي نوره خو هسې هم خبره ورانه ده.

     

  • “نيازبين خانه”؛ خداے دې پوهه کړه – صديق ننګيال

    “نيازبين خانه”؛ خداے دې پوهه کړه – صديق ننګيال

    دا خبره خو اوس ډېره زړه بلکې د خبرو نيا شوه خو څۀ وکړو چې نن دا خبره د پخوا پۀ نسبت لا زياته بلکې بېخي سمه او جالبه ده. کله نه چې دا ملک جوړ شوے دے نو اکثر مونږ دا خبره اورو يا راته وئيلے کېږي چې ملک د “نازکو حالاتو” نه تېرېږي . دغه نازک حالات دومره زاړۀ، وراستۀ او اوږدۀ شو چې اوس ئې زنګ هم نيولے دے خو بيا هم د دې خبرې اثر پۀ خپل ځاے قائم دائم دے. د دې خبرې بلکې بيانيې يو ډېر عجيبه او مهم اړخ دا هم دے چې چا هم تر اوسه د دې نازکو حالاتو د مخنيوي يا هواري څۀ لاره چاره پېدا نۀ کړه بلکې داسې ښکاري چې دا قسمه خبرې پۀ المارو کښې سمبال پرتې وي او د ضرورت پۀ وخت ترې دوړې څنډ وهلې شي او مارکيټ ته رابهر کړے شي. نن د دې ملک د جوړېدو درې اويا کاله پوره شوي دي خو لۀ بده مرغه نن پۀ يويشتمه پېړۍ کښې هم مونږ د نازکو حالاتو سره مخ يو . دا خبره اوس ځکه هم ډېره نازکه ده چې د ملک وزيراعظم هغه تن دے چا چې ځان پرښته او نور ټول غلۀ ګڼل . عمران خان به وئيل چې تر اوسه صرف غلو او درغله خلکو حکومت کړے دے او ملک ئې برباد کړے دے . د تېرو لسو کالونو راهسې ئې يوه نعره پۀ خولۀ وه چې “دا ټول غلۀ دي”، بله نعره ئې دا وه ” نوے پاکستان” . دۀ به وئيل چې کپتان سم وي نو لاندې خلک خپله او ارو مرو سم وي . عمران خان به دا هم وئيل چې مشر غل نۀ وي نو د لاندې خلکو جرات نۀ شي کېدے چې غلا وکړي . نن د عمران خان پۀ حکومت کښې درېم کال روان دے، د وزارت عظمي پۀ کرسۍ ناست دے، خپل د خوښې وزيران، مشيران او پته نۀ لګي چې کوم کوم افلاطونان ورسره دي خو د ملک حالات ستاسو ټولو مخې ته دي . دلته د ګرانۍ هډو خبره نۀ کوو ځکه چې د ګرانۍ لۀ وجې د خلکو ستوني دومره ستغ شوي دي چې اواز ئې ناست دے. دلته مونږ د هغه حالاتو خبره کوو چې ملک ئې پۀ نازکه لار روان کړے دے خو لۀ بده مرغه د عمران خان سره ئې هډو څۀ احساس نشته او داسې ښکاري چې عمران خان د دې هر څۀ نه مزې اخلي . دا خبره واضحه ده بلکې پۀ دې ماشومان هم پوهېږي چې پۀ يو ملک کښې د حکومت مثال پۀ شان د مور وي او اپوزيشن د نيازبين زوي پۀ شان وي، اړي هم کوي او مرورېږي هم، خو حکومت ئې کۀ نخري اوړي نو پخلا کوي ئې هم . خو عمران خان خو نوے پاکستان جوړوي او د دې لپاره ضروري خبره ده چې د زوړ پاکستان سره سره زاړۀ اصول، زړې خبرې او زړې لارې چارې بلکې زاړۀ روايات او د سياست ښکلا يعنې د برداشت کلچر او د اظهار ازادي هم لۀ مېنځه يوسي . پۀ ځاے د دې چې عمران حکومت، اپوزيشن پۀ دې نازک وخت کښې ځان ته نيزدې کړے ؤ، الټه ئې د دېوال سره لګولے دے او ساه اخستو ته ئې هم نۀ پرېږدي . پۀ جمهوريتونو کښې خو حکومتونه اوږه ښکته اوړي خو د عمران خان پۀ نوي پاکستان کښې اوس دا اصول دقيانوسي ښکاري او بيا چې ټول اپوزيشن او د دې مشران “غلۀ” وي نو ولې دې د عمران خان پۀ شان “پارسا” او “نېک” انسان اوږه ښکته يوسي . او بيا چې ګېر چاپېره ترې داسې وزيران او مشيران وي د چا پۀ لمنو چې مونځونه کېږي او هم هغوي ورته مشورې ورکوي نو بيا خو هډو سوال نۀ پېدا کېږي چې اپوزيشن ته دې د اپوزيشن پۀ سترګه وکتے شي . پۀ انتخاباتو د غلا غلتۍ او ټګۍ برګۍ تورونه ولګېدل خو هر څۀ نوي وو نو دغه الزامات رد بلکې هډو څۀ پام ورته ور نۀ کړے شو، د نيازبين خان لپاره د اسمبلۍ نه لوے لوے نومونه او سياستدانان بهر کړے شول خو نيازبين بيا هم خوشاله نۀ ؤ او چې کوم پۀ سختو حالاتو کښې بريالي شوي وو، هغوي ئې هم پۀ نوې او زړو طريقو جېلونه ته لېږل شروع کړل . پۀ ملکي او خارجي خبرو اترو کښې حکومت د اپوزيشن سره هډو صلاح مشوره ضروري نۀ ګڼل، بلکې الټه پۀ دوي ئې بې بنياده الزامونه او تورونه لګول خپل منصب او ډيوټي ګڼل . ملک مخ پۀ ښکته روان ؤ، سرمايه کاري د نيشت برابر، جي ډي پي صفر، ګراني مخ پۀ بره، غريب پۀ لړزان، کاروبار پۀ ټپه او نوکرۍ د مار پښه . پۀ ځاے د دې چې د دې خبرو مخنيوے شوے ؤ، الټه حکومت د اپوزيشن پۀ مرۍ لاسونه ټينګول او قسم قسم د تورونو او غلاګانو اصطلاحات به سحر ماښام مارکيټ ته راتلل او دغه شان د حکومت دوه کاله پوره شو . اپوزيشن چې د ملک او غريب اولس بده ورځ وليده او وې کتل چې نوے پاکستان اوس پۀ دوربين کښې هم نۀ ښکاري او نيازبين نۀ پۀ خبره پوهېږي او نۀ د چا اوري نو د ملک او اولس پۀ خاطر مېدان ته شول . پي ډي اېم جوړ شو او جلسې شروع شوې . جلسې کول،خپل حقونه غوښتل،د اولس د مصيبتونو او درد غم خبره کول پۀ هر جمهوري ملک کښې د اپوزيشن حق څۀ چې فرض او ډيوټي وي . کله هم چې يو حکومت سمه لار پرېږدي، سترګې پټې کړي او پۀ بله بله روان شي نو اپوزيشن ورله سترګې پرانېزي او سمې تۀ ئې راښکي . او دلته خو حکومت سترګې پټې کړې نۀ وې بلکې هغه د چا خبره چې سترګې ئې پۀ تندي کړې وې نو د اپوزيشن سره د احتجاج پرته بله کومه لار د سره وه نه . خو پۀ ملک کښې خو عمران خاني وه او ګڼل ئې چې اپوزيشن به هسې لاپې ووهي او پۀ قلار بۀ کښېني . خو کۀ هر څۀ نوي وو نو وو به خو اپوزيشن د زوړ پاکستان ؤ او وار تر واره ئې د ګوجرانوالې، کراچۍ او کوټې پۀ ښارونو کښې داسې لويې لويې جلسې وکړې چې د عمران خان سره سره ئې د دۀ د سقراط او بقراط پۀ شان وزيران او مشيران هم ولړزول او پۀ ځاے د دې چې د عقل، فهم او فراست نه ئې کار اخستے وے، لا بلوه شو او د اپوزيشن د غوښتنو پۀ ځاے ئې الټه د هغوي خلاف محاذ لکه د جنګ ګرم کړو . لکه څنګه چې مونږ وئيلي چې د حکومت مثال پۀ شان د مور وي خو دلته خبره الټه وه او حکومت د ځان نه د دوه ورځو تنکۍ ناوې جوړه کړه او چغې سورې ئې جوړې کړې . د خواښې خبرې پۀ ناوې بدې لګېدې خو هر ځاے به ئې خپل خاوند مخې مخې ته کولو. هوښياره ننګور هغه وي چې د کور سمے راولي، پۀ هر حال کښې د خاوند او نورو غړو ترمېنځه سمون راولي خو دلته خو ناوې تنکۍ، پخه او نا اهله وه نو د ځان د بچ کولو لپاره ئې خپل خاوند او د کور نور غړي پۀ جنګ کول غوښتل . نور تاسو ښۀ پوهېږئ چې د دې څۀ مطلب دے. نو مونږ وئيل چې حکومت د فراست نه کار اخلي خو دلته دا خبرې هسې سنډا ته بيم غږول دي. د اپوزيشن د سوالونو د جواب پۀ ځاے ئې د الزامونو بازار ګرم کړو. او چې اپوزيشن لا توانېدو نو حکومت وترېدو او پۀ کراچۍ کښې ئې د کېپټن صفدر خلاف مقدمه درج کړه او هغه کانې وشوې چې غېر سياسي خلکو هم غوږونو لۀ ګوتې يوړې. دې مېنځ کښې د نوي پاکستان دعوې کوونکو نه نوے څۀ چې پاکستان هم هېر دے او پۀ هر قيمت خپل حکومت بچ کول غواړي. او ځکه د خبرو پۀ ځاے ئې الزامونو لۀ زور ورکړے دے. پۀ هره خبره د غدارۍ فتوې دي. دا هغه حکومت دے چې پۀ وړومبي ځل ئې د پنجاب او ازاد کشمير مشران او سياستدانان هم د غدارانو پۀ لسټ کښې راوستل. دا هغه حکومت دے چې حکومت کم او اپوزيشن زيات ښکاري. دا هغه حکومت دے چې اپوزيشن يوه چغه وهي نو دوي لس وهي. دا هغه حکومت دے چې د هر تنقيد جواب صرف او صرف د غدارۍ پۀ فتوو ورکوي. د اهغه حکومت دے چې پۀ صحيح معنو کښې پۀ پروپېګنډو روان دے. دا هغه حکومت دے چې سحر ئې يوه او ماښام بله خبره وي. دا هغه حکومت دے چې پۀ يو بيان پکښې سردار اياز صادق غدار خو فواد چوهدري محب وطن دے. دا هغه حکومت دے چې د بهارت پۀ چېنلونو فواد چوهدري خو د سردار اياز صادق د بيان يوه تشريح کوي خو پۀ ملک کښې د خپلو سياسي ګټو لپاره پرې د غدارۍ فتوې لګوي. دا هغه حکومت دے چې مشر ئې لکه د فلم د هيرو پۀ مخ لاس راښکي او دړکه ورکوي چې يو ځلې تۀ ملک ته راشه نو بيا بيا ګورو. دا هغه حکومت دے چې مشر ئې پۀ سټېج عام اولس ته وائي چې پته به ولګي چې پښې د چا رپي. يعنې پۀ دې دومره نازک حالاتو کښې هم حکومت صرف د ځان پۀ غم کښې دے او د ملک ورسره هډو غم نشته. کۀ د دې حکومت سره د ملک او د اولس غم وے نو اپوزيشن او اسټېبلشمنټ به ئې يو بل ته نۀ ودرول، د حالاتو ادراک به ئې کړے ؤ او د نازکو حالاتو په رڼا کښې به ئې روډ مېپ جوړ کړے ؤ . خو لۀ بده مرغه چې يو سړے ځان پوره وګڼي، ځان ته عقل کل ووائي نو بيا ورته صرف د دې دعا ضرورت وي چې خداے دې پوهه کړي نو دلته مونږ هم حق بجانب يو چې “نيازبين خانه؛ خداے دې پوهه کړه”.

  • خپلې ذمه وارۍ به پېژندل وي – سيده نازيه شاه

    خپلې ذمه وارۍ به پېژندل وي – سيده نازيه شاه

    کله چې مونږ د تاريخ پاڼې اړوو نو داسې يو دور هم ګورو چې لوڼه به ژوندۍ ښخولې شوې. خو کۀ نن ګورو نو وخت ډېر بدل دے او زنانه پۀ هر مېدان کښې پۀ خپل قابليت او صلاحيت مخکښې روانې دي. کۀ موازنه کوو نو د نن دور ډېر بدل دے. خو لۀ بده مرغه بيا هم د زنانو پۀ اړه د ځينې خلکو سوچ، رويې او فکر ډېر جاهلانه دے. نن هم مونږ ګورو چې تشدد پۀ يو نه يو شکل کښې جاري دے. خو ځينې پېښې داسې مخې ته راشي چې انسان څۀ چې انسانيت هم ولړزوي. هغه څومره عجيبه وخت ؤ کله چې د قصور د زېنب پۀ لټه کښې خلک يو خوا بلخوا ګرځېدل، مور پلار ئې لو لپه وو، هره سترګه نمژنه او هر زړه پرهر ؤ او بيا کله چې د هغې ماشومې مړے ملاو شو نو ډېرو ووئيل چې د دې نه خو نۀ موندل ښۀ وو ځکه چې د هغې ګل ګل ماشومې سره چې څۀ شوي وو نو هغه نۀ د وئيلو دي او نۀ د زغملو.

    داسې نۀ ده چې ګينې دا پۀ دې ملک کښې پۀ اول ځل شوي وو. داسې پېښې لۀ پخوا راروانې وې خو خلکو به د خپل عزت، وېرې، د ظالمانو د اثر رسوخ او يا بيا د انصاف نۀ کېدو لۀ وجې خولې ګنډلې وې او غم به ئې پۀ خپل زړۀ تېرولو او داسې پېښې بۀ نۀ رپورټ کېدې . خو اوس داسې نۀ ده، اوس خلک خاموش نۀ پاتې کېږي، شائد چې خلک اوس تنګ شوي وي او نور دا کارونه نۀ شي زغملې.

    زېنب ماشومه خو لاړه. او بره به ئې خداے ته خپل ژړا فرياد هم کړے وي چې خدايه ستا بنديان هلته خلک ژوند کولو ته نۀ پرېږدي. هغې به ضرور خداے پاک ته دا هم شکايت کړے وي چې ستا پۀ دنيا کښې واکداران د اولس غم نۀ کوي بلکې د خپلو کرسو پۀ فکر کښې دي.

    مونږ ګورو چې د زېنب پۀ پېښه کښې ډېر څۀ ووئيلے شو، نوټسې واخستے شوې، بيانونه، دلاسې او بلها خبرې اترې وشوې، زمونږ پۀ شان خلکو هم وګڼل چې ګينې دا خلک سنجيده دي او اوس بۀ کۀ خېر وي نو د داسې پېښو مخنيوے وشي. خو دا زمونږ د خلکو يو خوب ؤ، يوه دهوکه وه، ځکه چې د دې نه پس د ماشومانو سره د زور زياتي پېښو کښې نور هم تېزوالے راغے او داسې داسې واقعات وشول چې انسان ورته حېران پاتې کېږي. څوک د نوښار د زيارت کاکا صاحب د حوض نور پېښه هېرولې شي، هغه وړه کلۍ چې د پلار پۀ انتظار وه چې ماله به ګوډۍ راوړي او بهر د پلار لپاره د چمک اخستو پسې وتې وه خو لۀ بده مرغه هغې ماشومې نۀ خپل پلار وليدو او نۀ ئې بدنصيبه پلار ته د لور سره د خبرو موقع ملاو شوه. دا لړۍ جاري پاتې شوه، نوم، علاقه او ضلع بدلېدله خو واقعه هم هغه شان وه.

    د چارسدې د ماشومې زېنب دغه منظر څومره دردناک، څومره دهشت زده او څومره بوږنونکے دے چې هغې ماشومې پۀ خپلو سترګو لاس ايښے دے او داسې ښکارېده چې د دنيا او د خلکو نه ئې ځان پټولو، داسې ښکارېده چې نور ئې د دنيا د ليدلو تاب او طاقت نۀ ؤ. دغې ماشومې سره د ظلم انتها دا هم وه چې پۀ چاړو ئې ورله د ګل پۀ شان خشته او نازک بدن څيرلے ؤ . زمونږ د دغې زېنب عمر صرف دوه نيم کاله ؤ، د دې ګناه څۀ وه؟ قصور ئې څۀ ؤ؟ دغې ګلالۍ ماشومې به دغه وخت چا ته اواز کړے وي او پته نۀ لګي چې څو څو ځله به ئې خپلې مور او پلار ته اوازونه کړي وي . خو دا ماشومه غريبه وه، نو چا ئې هم تپوس و نۀ کړو، د پنجاب نۀ وه نو چا پرې هم هغه شان وير و نکړه… ايا د زېنب مور پلار به خپله لور هېره کړې شي؟ او مونږ، ايا مونږ به ځان معاف کړے شو؟ ايا زېنب زمونږ لور نۀ ده؟

    بيا سوال دا هم دے چې سزا خو به ټيک ده ملاو شي خو ايا زمونږ زېنب به بېرته راشي؟ دا سوال ډېر بوږنوونکے دے خو بيا هم د دې قسم پېښو د مخنيوي لپاره به څۀ نا څۀ کول وي. مونږ هر وخت بل له الزام ورکوو، ايا مونږ کله سوچ کړے چې زمونږ خپل هم څۀ فرائض شته کۀ نه؟ د مور پلار هم څۀ ذمه وارۍ دي، هغه به پوره کول وي. پۀ دې ځنګل نما معاشره کښې بايد بچي يواځې پرېږ نۀ دو، پۀ چا هم باور نۀ دے پکار، بچي هم پۀ ښۀ بد پوهه کول پکار دي ،بچو لۀ وخت،مينه ورکول پکار دي، ورسره خبرې پکار دي، د هغوي پۀ ضرورتونو او رويو نظر ساتل پکار دي. د دې مخنيوي لپاره به حکومت، سول سوسائټي، سياسي ګوندونه، عام اولس، استاذان او د ټولنې هر وګړي لۀ خپل فرض ادا کول وي او دا عهد به کول چې هره ماشومه زمونږ لور ده او د هر چا غم زمونږ شريک غم دے ګينې نو خداے مۀ کړه مونږ به بې حسه شو او سبا به مو ټولنه پۀ بله بله روانه وي.