Tag: سياست

  • !!!Absolutely Not – پښتون

    !!!Absolutely Not – پښتون

    اېمل ولي خان دې خداے زر کلن کړي چې څۀ هم وائي نو بېخي د نخښې مېنځ وولي. کۀ د پښتون سياست خبره کوي نو سړے پام کوي چې ګنې ولي خان بابا لګيا دے، کۀ د پښتون د سوکاله ژوند خبره کوي نو لوے بابا باچاخان سړي ته مخې ته ودرېږي او کۀ د پښتون د شناخت او د پښتون د حق خبره کوي نو سړے وائي چې ګنې کټ مټ ملي مشر اسفنديار ولي خان ته غوږ دے. پۀ موجوده حالاتو کښې کۀ يو خوا د پاکستان ټولې سياسي او مذهبي ډلې د خپلو خپلو مفاداتو او ګټو پۀ غرض غلې دي او خولې ئې ګنډلې دي نو بلخوا يو عوامي نېشنل ګوند دے چې بېخي ښکاره جاره پۀ مېدان ولاړ دے او د خپل قام، خپلې خاورې او د سيمې د امن او جوړېدونکي صورتحال خبره کوي. پۀ سياسي مشرانو کښې يوازې د عوامي نېشنل ګوند مشران دي چې جاري ډاګي خبره کوي او هېڅ کوم د مفاداتو ګټه تاوان پۀ نظر کښې نۀ نيسي. کۀ د اسلام د سپېځلي نوم د استعمال خبره ده او کۀ د خپل کلتور د بقا، د منطقې د رامخته کېدوکني انځور خبره ده او کۀ د ملکي سياست، پۀ هر ډګر نن پۀ ملک کښې يوازې عوامي نېشنل ګوند د خپل واضح او ښکاره دريځ سره پۀ مېدان ولاړ دے. نور غږونه لۀ وېرې ټول خاموش او تت دي خو د وېرې او سياسي بې يقينۍ پۀ دې چاپېرچل کښې يو غږ داسې دے چې د ژوند انګازه ده. دا غږ د ځوان اېمل ولي خان دے. اېمل ولي خان نن د ملک پۀ سياست کښې يو ځلنده ستورے دے ځکه چې خبره کوي نو پۀ ډاګه ئې کوي او خپل ګوند، قام او خپله خاوره تر هر څۀ مقدم مني.

    څۀ وخت مخکښې وزيراعظم عمران خان يو وېب ټي وي ته پۀ مرکه کښې ډېر پۀ غرور دعوي کړې وه چې د امريکي د اډو مطالبو ته ئې “اېبسلوټلي ناټ” وئيلے دے. پۀ دې خبره ناخبرو ځوانانو ځمکه اسمان يو کړي وو او د کپتان د بهادرۍ ئې قصيدې کولې. پوهه خلک هغه وخت هم پوهه وو چې قيصه څۀ ده خو ازلي ناپوهه به څوک پوهه کړي. نن چې کله امريکه لۀ افغانستان څخه ووځي نو پنځه زره پوځيان ئې بل چرته نه بلکې پۀ ملک کښې د کراچۍ او اسلام اباد پۀ لويو لويو هوټلونو کښې د يوې مياشت لپاره مېلمانۀ دي. څۀ شوه هغه د “اېبسلوټلي ناټ” نعره؟ څۀ شو هغه د “اېبسلوټلي ناټ” غرور؟

    اېمل ولي خان ته چې چرته هم موقع پۀ لاس ورځي نو د خپل قام د پوهه کولو هڅه کوي. د خپل قام د بېدارولو هڅه کوي. خپل قام پوهه کوي چې څوک ئې د اسلام پۀ سپېځلې نامه نور دوکه نۀ کړي. خپل قام پوهه کوي چې څوک ئې د خپل کلتور څخه بدظن نۀ کړي او خپل قام پوهه کوي چې څوک ئې د خپل سياست نه محرومه نۀ کړي. د اګست پۀ يو کم دېرشمه نېټه ئې د چارسدې پۀ دولت زۍ سيمه کښې يوې شموليتي غونډې ته پۀ خپل تقرير کښې داسې خبرې وکړې چې کۀ پښتانۀ ئې د زړۀ پۀ غوږونو واوري نو سمندر ئې پۀ کوزه کښې بند کړے دے. اېمل ولي خان ووئيل چې زمونږ خلاف د اسلام پۀ نامه پروپېګنډه کېږي خو دا هر څۀ نوې نۀ دي ځکه چې زمونږ د مشرانو خلاف هم داسې پروپېګنډې شوې دي خو زۀ دا وايم چې هر پښتون پېدائشي مسلمان دے نو بيا دلته د کفر او اسلام جنګ د څۀ مقصد لپاره دے؟ وې وئيل چې دا اختيار صرف د خداے دے چې څوک بخښي او څوک نه. وې وئيل چې زۀ پۀ خپله سپېځلې عقيده بېخي واضحه يم او چا ته هم دا حق نشته چې ما ته د مذهب پۀ نامه سرټيفيکېټ راکړي. دا خلک قام ګمراه کوي او هغه هم د اسلام پۀ پاکه نامه. اے پښتنو واورئ، پۀ دې خاوره جنګ د کفر او اسلام نۀ دے.

    د کپتان د “اېبسلوټلي ناټ” لطيفې پۀ اړه ئې ووئيل چې نن ډرون حملې د کوم ځاے نه کېږي، د کراچۍ او اسلام اباد پۀ هوټلونو کښې د کوم ملک پوځيان پراتۀ دي. کۀ امريکه ووځي نو دلته څۀ کوي؟ اېمل خان زياته کړه چې ننني حالات د پښتون تاريخ “تور ترين” حالات دي. مونږ امن غواړو خو د دې خلکو نه د امن هيله پۀ کوم بنياد؟ نن خلک جنګ لپاره بهانې لټوي او واورئ چې دا ځل به دا اور پۀ اباسين هم پورې وځي.

    يه پښتنو، د خلکو پۀ چغو او نعرو مۀ تېروځئ! يه پښتنو ويښ شئ، بېدار شئ.

    دا خلک نن د “بېخي نه” چغه وباسي او چې حکم ورته وشي نو بيا پۀ پښو پرېوځي:

    دې بعضې خلکو ته پۀ هېڅ ځانونه بد نۀ ښکاري

    د چا پۀ پښو چې هم پرېوځي پۀ نخرو پرېوځي

    ډاکټر خالق زيار

  • افغانستان،عوامي نېشنل ګوند او امن – پښتون

    افغانستان،عوامي نېشنل ګوند او امن – پښتون

    افغانستان کښې رامخې ته شوې تازه کشالې باندې کۀ پۀ ملک کښې د کوم سياسي يا مذهبي ګوند واضح، څرګند، ښکاره او سپين صفا دريځ دے نو هغه يوازې عوامي نېشنل ګوند دے. هم دغه شان کۀ يو سياسي جماعت پۀ افغانستان کښې صرف او صرف د امن او سياسي حل لټولو خبره کوي نو هغه هم يوازې عوامي نېشنل ګوند دے. مونږ ګورو چې څنګه يو شمېر ملکونه پۀ انتظار کښې دي او د حالاتو مخ ته ګوري هم دغه شان پۀ ملک کښې ټول سياسي جماعتونه سېوا د عوامي نېشنل ګوند نه، لا تر اوسه د حالاتو د اړخ پۀ طمع دي او څوک هم سپينه او صفا خبره نۀ کوي. ځنې خو داسې سياسي او مذهبي ګوندونه هم شته چې اول ئې يو څۀ وئيل او اوس بل څۀ وائي، اول ئې يو دريځ ؤ او اوس ئې د بل دريځ لکۍ راټينګه کړې ده. يو داسې مذهبي ګوند هم شته چې اول ئې د جهاد مرسته ښۀ پۀ ډاډ او جار کوله، بيا ئې “وفرمائيل” چې زمونږ دغه جهاديانو سره هېڅ تعلق نشته او بيا ئې پۀ دې وروستو لنډو ورځو کښې دا هم د کرېډت اخستو نعره ولګوله چې پۀ مدرسو کښې ئې د جهادي سوچ مخنيوے کړے دے. کۀ څوک لږ هم عقل لري، کتل کولے شي او خپل دماغ او ذهن پۀ کار راولي نو پوهېدے شي چې دا خلک، دا ګوندونه او سياسي مذهبي ډلې د اسلام سپېځلے نامه او د جهاد مقدسه جذبه د خپلو مفاداتو او ګټو لپاره استعمالوي. د کابل سقوط نه پس خو ځنې مشرانو طالبانو ته د مبارکۍ خطونه هم ولېږل. ځنې ګوندونو دلته د مبارکۍ بېنرې هم ولګولې او ډېرو پۀ کښې د خوشالۍ څرګندونې وکړې. صرف يو عوامي نېشنل ګوند دے چي مخکښې ئې کوم نظر او دريځ ؤ هغه ئې اوس هم دے، مخکښې ئې هم د امن پلويتوب کولو او اوس هم پۀ امن ټينګار کوي، مخکښې ئې هم د سياسي حل او سياسي هواري خبره کوله او اوس هم د سياسي خبرو اترو لۀ لارې د مسئلې او کشالې هوارے غواړي. مخکښې ئې هم دا وئيل چې څۀ هم وي بايد د افغان اولس پۀ خوښه وشي او اوس هم پۀ هغه لار دے چې بايد هره پرېکړه د افغانانو د مرضۍ او منشا مطابق وي. مخکښې هم عوامي نېشنل ګوند د ټوپک خلاف ؤ او اوس هم د ټوپک پر ضد ولاړ دے. مخکښې ئې هم پۀ نړۍ د امن لپاره زور اچولو او اوس پۀ نړۍ د امن غږ کوي. مخکښې ئې هم پۀ ګاونډي هېوادونو د مثبت او کوټلي کردار لوبولو سپارښتنه کوله او اوس هم پۀ دغې نکته دے. کۀ يو خوا عوامي نېشنل ګوند د خپل سپين سپېځلي دريځ سره پۀ ميدان ولاړ دے او د ګاونډي هېواد روښانه مستقبل غواړي نو بلخوا داسې سياسي او مذهبي ګوندونه دي چې ټوله ګټه ئې پۀ جنګ کښې ده او ځکه هم د جنګ خبره کوي او فساد ته هوا ورکوي. د عوامي نېشنل ګوند د مشرانو دا دريځ د اوس نه نۀ دے بلکې دا پۀ تاريخي حقيقتونو اډانه دے. څلوېښت کاله مخکښې چې کله پۀ افغانستان کښې د اور جنګ ته لمنې وهلې کېدې او د خلکو پۀ خلو کښې ډالرو ته لاړې راغلې وې نو باچاخان او ولي خان به چغې وهلې چې دا جهاد نۀ دے بلکې فساد دے، دا به ئې وئيل چې دا د اسلام جنګ نه بلکې د روس او امريکې جنګ دے خو خلک خو جذباتي وو نو الټه ئې پۀ دغه هستيو د کفر فتوې او د غدارۍ تورونه پورې کول. بيا وروستو وخت ثابته کړه چې د دغه مشرانو دريځ او خبرې څومره سمې وې خو بيا جنګ خپل کار کړے ؤ او د پولې دواړو خواؤ ته تباهۍ شوې وې. نن کۀ عوامي نېشنل ګوند د امن پۀ خبره ټينګار کوي نو هسې نۀ کوي بلک تجربه دا وائي چې کۀ نن لږ شان خپلو مفاداتو ته زړۀ څوک ښۀ کړي خو ولې وروستو تباهي ډېره زياته وي او ټول زيان او نقصان ئې صرف پښتون ته رسي. کور د پښتون لوټ کېږي، لۀ کوره بې دره کېږي پښتون، اقتصاد د پښتون خرابېږي او پۀ تعليم او صحت هم د پښتون اثر پرېوځي.

    کۀ نن مونږ وګورو نو عوامي نېشنل ګوند د خپل دريځ سره اوښکې سينه پۀ مېدان ولاړ دے. د ګوند مرکزي سينئير نائب صدر امير حېدر خان هوتي نه تر مرکزي سېکرټري جنرل ميا افتخار حسېن پوري، صوبائي صدر اېمل ولي خان نه تر سردار حسېن بابک پورې او هر لوے وړوکي کارکن ټول د امن، سياسي حل او ثبات خبره کوي. حېدر خان هوتي هر ځاے ښۀ پۀ جار دا من خبره کوي او صفا وائي چې پۀ افغانستان کښې د کومې خاص ډلې، شخص يا ګوند نۀ پره جنبه کوو او نۀ مخالفت ځکه چې مونږ سياسي حل غواړو. مرکزي سينئير نائب صدر وائي چې پۀ افغانستان کښې دوباره جنګ د يوې مسئلې هم حل نۀ دے. وائي کۀ افغانستان هم داسې د جنګ پۀ خولۀ کښې پرېښودے شو نو څلوېښت کالو کښې هم نۀ خو مسئله حل کېدې شي او نۀ امن راتلے شي. هوتي صېب پۀ دې خبره هم زور راوړي چې پاکستان او افغانستان دې دواړه د يو بل سره مرسته وکړي. هوتي صېب وائي کۀ خداے مۀ کړه يو ځل بيا د جنګ اور تودېږي نو زمونږ بچي به هم ترې محفوظ نۀ وي. دوي وائي چې خلکو له پکار دي چې زمونږ د مشرانو پۀ خبرو عمل وکړي او پردے جنګ خپل کور ته راو نۀ ړي.

    هم دغۀ شان ميا افتخار حسېن وائي چې د افغان کشالې يواځينې حل صرف او صرف مذاکرات دي. ميا صېب پۀ نړيوال قوتونو روس، چين، امريکه او دغه شان پۀ ګاونډي هېوادونو لکه پاکستان، ايران او ورسره پۀ ترکي هم غږ کوي چې د امن پۀ لړ کښې خپل مثبت رول ولوبوي. دوي دا هم زياتوي چې د افغان قوم د پرامن مستقل ټول انحصار د دوحه مذاکرات پۀ کاميابۍ کښې پټ دے. ميا صېب وائي چې مونږ د باچاخان د عدم تشدد پۀ فلسفه کلک ولاړ خلک يو او د امن د ټينګښت لپاره به د يوې قربانۍ نه ډډه نۀ کوو. وائي چې د افغانستان امن د ټولې سيمې د امن ضمانت دے.

    صوبائي صدر اېمل ولي خان د افغان صورتحال پۀ اړه وائي چې بايد پاکستان پۀ دې لړ کښې خپله تګلاره واضحه کړي. دا هم وائي چې لا تر اوسه ګامونه سنجيده نۀ دي. اېمل ولي خان وائي چې پۀ هر صورت به د ترهګرۍ مخالفت، د پرامنه ګامونو مرسته کوو. زياتوي چې د ټوپک پۀ زور به د اولس د تابع کولو هم مخالفت کوي او پۀ زور د اولس د نمائندګۍ ختمولو هم خلاف يو. اېمل ولي خان وائي چې هغه خلک منافق دي چې پۀ پاکستان کښې جمهوري نظام غواړي او پۀ افغانستان کښې امارات اسلامي غواړي. صوبائي صدر پۀ ټوله نړۍ غږ کوي چې بايد پۀ افغانستان کښې د امن لپاره خپل کلک او مثبت رول ولوبوي. دا هم وائي چې پۀ هېڅ يو حال او صورت کښې هم جنګ د مسئلې حل نۀ دے. اېمل ولي خان پۀ پښتون قام هم غږ کوي او وائي چې دوي له به د خپل پردي فرق کول وي، دوي له به پۀ دې ځان پوهه کول وي چې څوک د دوي خېرخواه دے او څوک ئې دښمن دے. اېمل خان وائي چې نن حالاتو واضحه کړه چې څوک پښتانۀ د خونرېزۍ څخه بچ کول غواړي او څوک ئې ورغوځول غواړي. دوي وائي چې د عوامي نېشنل ګوند پۀ افغانستان کښې خپل پردے او خوښه ناخوښه نشته، مونږ غواړو چې خونرېزي نه او امن راشي. اېمل ولي خان دا هم واضحه کړه چې پارټي به هغه څۀ کوي او د هغه ګام مرسته کوي کوم چې د اولس خوښ وي. اېمل خان سوال پورته کوي چې هم دا څۀ کول وو نو بيا ولې دومره خونرېزي وشوه، ولې دومره د بې ګناه خلکو وينه توې شوه. وائي چې کۀ حالات هر څنګه وي خو خپله بيانيه، نظر او دريځ نۀ پرېږدو. دا هم وائي چې پۀ دې هم خوشاله يو چي د افغانانو وينه توې نۀ شوه خو دا هم وائي چې مسئلې او کشالې اوس هم شته. د مسئلو د هواري لپاره پۀ مذاکراتو، خبرو اترو او سياسي حل زور راوړي. اېمل ولي خان دا هم ټينګار کوي چې هره فېصله بايد د افغان اولس پۀ خوښه سره وشي او د ټوپک پۀ زور کار کولو نه دې ډډه وکړې شي.

    هم دغه شان صوبائي عمومي سېکتر سردار حسېن بابک هم پۀ امن زور راوړي او وائي چې بايد هر ګام د افغان اولس پۀ خوښه واخستے شي او د وينې تويولو نه ډډه وکړې شي. د بابک صېب هر بيان او هر ټويټ د امن يوه چغه او نعره ده. بابک صېب پۀ هر فورم صرف او صرف د امن خبره کوي او غواړي چې د امن غږ ټول خلک او ټوله نړۍ بدرګه کړي.

    هم دغه شان کۀ وګورو نو د پارټۍ هر مشر او کارکن د امن خبره کوي. ګوند د امن خبره د ماضي د ثبوتونو سره کوي او پۀ دليل سره وائي چې جنګ د يوې خبرې هم حل نۀ دے او نۀ چا تر اوسه پۀ جنګ کښې ګټه کړې ده. د ګوند دريځ بېخي څرګنده، واضحه، ښکاره، جاري ډاګي او سپين صفا دے چې پۀ هر قيمت چې وي خو بايد امن ته دوام ورکړے شي، مذاکرات دې وشي، د مسئلې دې سياسي حل راوويستے شي او پۀ هر صورت دې د جنګ څخه ډډه وکړې شي. د افغان د مستقبل فېصله دې د افغان اولس د خوښې، مرضۍ او منشا مطابق وشي او نړيوال قوتونه بايد مثبت کردار ادا کړي. عوامي نېشنل ګوند پۀ افغان کشاله کښې د کوم شخص سره نه بلکې د امن، امن او صرف امن سره ولاړ دے او هم دا ئې وياړ دے.

  • د کابل د سقوط وروستو د افغانانو سياسي مبارزه – ډاکټر خادم حسېن

    د کابل د سقوط وروستو د افغانانو سياسي مبارزه – ډاکټر خادم حسېن

    ‎يو اصطلاح چې هغه د افغانستان موجوده حالات پۀ ښه ډول بيانولے شي، هغه “غېر يقيني حالات” يا “مسلسل تحولات” ده. د سلګونو او زرګونو خلکو د کابل څخه د وتلو زیار نه داسې برېښي چې د خاموشۍ د يو نري څادر لاندې پراتۀ متصادم قوتونه اوس هم غورځنګونه کوي.

    ‎موجوده حالاتو کښې ډاکټر اشرف غني د رسنيو له خوا د يو شېطان پۀ شکل کښې پیش کولے کېږي. دا دې د پاره چې د راولاړ شوي ټولنيز تصادم نه د اولس مخه واړوي او د افغانانو هره لحظه زیاتېدونکي اضطراب ته دېوال اودروي. د اولس یوه برخه اوس هم ‌‌‌‌‌‌ډاکټر اشرف غني پۀ رسمیت د افغانستان ائيني اولسمشر ګڼي.

    ‎برېښې چې ډاکټر اشرف غني یو خوا افغانستان د پاکستان، امريکه، طالبان د اتحاديې له غاړې تپل شوې پراکسي کورنۍ جګړې څخه وژغورلو او بلخواه ئې تالېبان پۀ نړيوالو کښې د امارات پۀ رسمیت د پېژندلو حق نه محرومه کړل.

    ‎د طالبانو له خوا د افغانستان نيولو سره به انتها خوښي، فرقه واريت او ترهه ګري پۀ منطقه کښې د څۀ مودې لپاره پۀ ژوبن کښې وي. منطقه کښې به لږې مودې د پاره د مذهب پۀ نوم سیاسي ګټې تر لاسه کوونکي ګوندونه او ‌‌‌‌‌‌ډلې غلبه کښې وي خو ښکاري چې د موجوده حالاتو د لوګو کښېناستو سره سم به د طالبانو امارات ته مستقيم، اوږد مهال او سیاسي مزاحمت رامخې ته شي.

    ‎طالبان يو ځل بيا دا پلان لري چې د افغانيت ختمولو او ماتولو لپاره هڅې وکړي. د افغانستان ملي بېرغ بدل کړي، د افغانستان اساسي قانون له مېنځه يوسي او ملي سرود کښې بدلون راولي. کۀ داسې اوشي نو دا به د منطقې هېوادونو د پاره د خوښۍ خبره وي خو کېدې شي چې دې سره د افغانانو اجتماعي جذبات د وخت نه مخکښې راوپارېږي. هسې هم د افغانستان نوې مدني ټولنې او بهر مېشتۀ افغانانو د پاره افغانستان یو لوې بندي خانه کښې بدل شوے دے.

    ‎پۀ ظاهري توګه کابل، کندهار او د افغانستان نور ستراتيژيکي طور مهم ځايونه د طالبانو ولقه کښې دي. دا معلومه خبره ده چې د افغانانو د اجتماعي قوت ارادي محکوم کولو د پاره سيمه ايز لوبغاړو (ايران، پاکستان او روس) او نړيوال طاقتونو ( برطانيه او امريکا) د طالبانو موثر کمک کړے دے.

    ‎نړيوالو طاقتونو د طابانو پۀ پټ ځايونو سترګې پټې کړې وې کوم چې ورته علاقائي لوبغاړو ورکړي وو. سېمه ایز او نړيوالو لوبغاړو هغه وخت هم سترګې اړولې وې کله چې طالبانو د دنيا جهان ترهه ګرو تنظيمونو سره اتحادیې جوړولې.

    ‎امريکې د افغانستان د راتلونکي وضعيت د پاره طابانو سره دوحه کښې د خبرو اترو دوران کښې د افغانستان منتخب دولت د دغه خبرو اترو او لوظنامو نه لرې وساتلو.

    ‎ټولو نړيوالو طاقتونو او سيمه ايز لوبغاړو د خپلو خپلو ګټو لپاره د طالبانو مرسته کړې ده. د سيمئيزو لوبغاړو او نړيوال طاقتونو دغه سیاسي او ستراتيژيکي ګټې پۀ ‌‌‌‌‌‌ډېرو ځایونو کښې له یو بل سره متصادم دي.

    ‎سيمه ايز هېوادونو د طالبانو د پاره د افغانستان داخلي قبائلي محرکات هم پۀ کار راوستي دي. قوي ګمان دے چې جنګ سالاران او د منشيانو قاچاقبران هم طالبانو ته د ګټې رسولو دپاره کارولے شوي دي.

    ‎ برېښي چې طالبانو د جېش محمد، امارت اسلامي ازبکستان، ترکستان اسلامي غورځنګ، تحريک طالبان پاکستان او القاعده سره پۀ اتحاد کښې خپل نړيوال ترهګر سنډيکېټ جوړ کړے دے. دا د نړيوالو او سيمه ايز طاقتونو د فشار پۀ وخت کښې يو متبادل پلان ښکاري.

    ‎د افغانستان مدني ټولنه کوم کښې چې روښانفکره اکاډميسان، پوهان، د ښځو بنسټونه، ليکوالان، د ميډيا کارمندان او ځوانان فعالان شامل دي، دا وخت پۀ صدمه کښې دي.

    ‎افغانان شايد دا وخت محسوسوي چې دهوکه کړې شوې دي، هغوي فکر کوي چې لېوانو ته غورځولے شوي دي. هغوي دا فکر کوي چې تړل شوي او غلامان کړے شوي دي.

    ‎افغانستان کښې به درې ډوله تضادات د وخت تېرېدو سره ورو ورو رامېنځته کيږي. افغانستان کښې به دا تضادات هغه وخت څرګند شي چې کله د حالاتو تودوښه سړه شي. د تضاداتو وړومبنۍ ټولګه به د نړيوالو او سيمه ايزو لوبغاړو ترمېنځ رامخې ته شي ځکه چې دوي پۀ افغانستان او منطقه کښې متصادم مفادات لري.

    ‎امريکا او برطانيه يو خوا او چين و يورېشيايي ملکونه بلخوا د يو اوږد مهاله شخړې خوا ته اشاره کوي. د امرېکې او چين د تنازعاتو د جنګ ډګر به هم له بده مرغه افغانستان او ګېر چاپېره منطقه وي.

    ‎د تضاداتو او متصادم مفاداتو دوېمه ټولګه کومه چې ښکاري ډېر ژر مخې ته راشي، د نړيوال ترهګر سنډيکېټ د مختلفو تنظيمونو او بنسټونو ترمېنځ به وي.

    ‎د نړيوال ترهګر سنډيکېټ مختلف تنظيمونه به حتمأ غواړي چې خپل فعاليتونه واپس خپل اصلي ځايونو ته يوسي. لکه امارت اسلامي ازبکستان پۀ مېنځنۍ اسيا کښې، د ترکستان اسلامي غورځنګ پۀ چين کښې، تحريک طالبان پۀ پاکستان کښې، جېش العدل پۀ ايران کښې، او جېش محمد به پۀ هند کښې خپل ترهه ګر فعالیتونو ته دوام ورکوي. دا به ارو مرو د دې ‌‌‌‌‌‌ډلو تر مېنځه خپلمنځي اختلافات رامېنځته کړي چې نتيجه به ئې اوږدې ډله ایزې جګړې وي.

    ‎امکان لري د تضاداتو درېمه ټولګه به د نوې متحرکه افغان مدني ټولنې او د قدامت پسند قبايلي ډلو ترمېنځ رامخې ته شي. پۀ قدامت پسند قبايلي ډلو کښی قاچاقبران، جنګ سالاران او د وسلې کاروباريان هم شامل دي.

    ‎طالبان به ونۀ توانېږي چې دا داخلي او خارجي تضادات حل کړے شي. طالبان دا توان هم نۀ لري چې د عصري افغانستان د رياست انتطام سنبال کړے شي او حکومت پرې وکړے شي.

    ‎ داسې برېښی چې طالبان، سيمه ايز لوبغاړي، نړيوال ځواکونه، نړيوال ترهګر سنډيکېټ او افغان مدني ټولنه به راروان وخت کښې پۀ يو اوږد مهاله شخړه کښې ونښلي.

    ‎پۀ دغه پړاؤ کښې به افغان مدني ټولنه چې پۀ اکاډميسانو، ټولنيز بنسټونو، ميډيايي ادارو او د ځوانانو او ښځو بنسټونو باندې مشتمله ده يوه زرينه موقع ولري چې اتحاديې جوړې کړي.

    ‎ دوي بيا کولے شي چې پۀ بنيادي حقوقو، د ښځو پۀ حقونو، عدم تشدد، ډيموکراسي او د افغانستان پۀ خپلواکۍ خپل موقف بيا تکرار کړي او خپله بیانیه پۀ واضحه توکه تشکيل کړي.

    ‎د افغانستان د مدني ټولنې اتحادونه بايد د سیاسي عمل پۀ ذريعه خپله بیانیه پۀ مخکښې بوځي. پۀ ښاري او کليوالي سيمو کښې د عدم تشدد پۀ بنياد سياسي بنسټونه جوړول خپل شعار جوړ کړي. د انساني تحفظ، بنيادي حقوق، ډيموکراسي او د افغانستان د ملي خپلواکۍ مفکوره خورول باید خپله تګلاره وګرځوي.

    ‎د امن، انساني تحفظ، بنيادي حقوقو، صنفي مساواتو، ټولنيز عدالت، ډيموکراسي او ملي خپلواکۍ مفکوره به د کارنر ميټنګز، زده کړیزو غونډو، امن واک، ټولنيزو رسنيو او پر امن ريلو پۀ ذريعه خپرول غواړي. دا به کليوالو او ښاري دواړو علاقو کښې کول غواړي.

    ‎دا وخت دے چې د منطقې روښان فکره قامپرست ګوندونه او نړيواله مدني ټولنه د افغانستان جديد مدني ټولنې سره د بنيادي بشري حقوقو، انساني تحفظ، جمهوريت او خپلواکۍ لپاره ټېنګ ودرېږي. دا تاريخي زرينه موقع بايد ضائع نۀ کړل شي.

  • د اقتدار پۀ محلاتو کښې روان ښکاره پټ پټونے – سلطان خان ټکر

    د اقتدار پۀ محلاتو کښې روان ښکاره پټ پټونے – سلطان خان ټکر

    د شهباز شريف د بهر ملک پۀ تلو باندې حکومت دومره پرېشانه ولې ؤ چې د شهباز شريف د مخنيوي لپاره کله د اي سي اېل،کله تور لسټ او کله پي اېن ائي لسټ سرودونه د قوم غوږونو واورېدل. ايا د حکومت دا پرېشاني پۀ دې وجه وه چې پۀ شهباز شريف د کرپشن ډېر غټ تورونه دي او کۀ چرته شهباز شريف بهر لاړو نو ممکن ده چي بيا ملک ته لکه د غټ مياجان واپس را نۀ شي او کۀ نه حکومت پۀ دې وجه لکه د خټکي زيړ ؤ چه هسې نه وړوکے ميا جان د غټ مداري ميا جان لالا سره څۀ نوے دم درود و نۀ کړي او پوره بيانيه بدله کړي او د پي اېم اېل اېن دا خاصا هم ده چې “پۍ دې وي چې د څۀ هم وي”، يعنې پۀ هره طريقه دې وي خو چې اقتدار وي. نو کۀ چرې شهباز شريف لالاجان پۀ خپله بيانيه بدلولو مجبورکړو نو بيا خو هر څۀ ضرب صفر مساوي صفر به وي. يعنې عمران خان به بيا د ګوډې اسپې کوچوان وي. ځکه چې اوسه پورې به دا بحث کېدو چې بندو کمرو والو ته صرف عمران خان منظور دے او د ۲۰۱۸ د ټاکنو نه دا ثابته هم ده او زمونږ خان دا چغې۲۰۱۸نه ښۀ پۀ بر بېټ وهي چې خان او پېنډي والا پۀ يو پېج دي. هر څۀ د پېنډۍ ماما پۀ خوښه کېږي باقي دا ټاکنې خو صرف د نورګل تور ګل د پاره د يوې ورځې د سرکس تماشه ده او څۀ د کچکولو د ډکولو والو يعنې د بېروني ماماګانو يوه تقاضه وي . د بېروني نړۍ ماماګان مهذبه خو دي کنه، د رنګ روغن لپاره د انساني حقوقو د تحفظ ټېکه هم دوي سره ده او د جمهوريت شرط د امداد اخستو د پاره ضروري هم وي، خو پۀ هر ځاے کښې د اسې شرط لازمي هم نۀ ګڼي. مضمون رانه پړے وشلولو، خبره مې د شريف فېملي کوله او بيم مې د بېن الاقوامي ګڼ ګپانو وغږولو. يعنې عمران خان سرودونه کوي چې زۀ د پېنډۍ ماما خوريے يم. پي پي پي خو پۀ ميډيا دومره بدنامه ده لکه څومره چې ډارلنګ مني ده. ماما جان خو د دې خورزې نه لرې لرې تښتي اګرچې کله نا کله ئې د خپل مقصد لپاره استعمالوي. لکه څنګه چې مو د نوازشريف وخت کښې ليدلي وو چې پي پي پي او عمران خان لکه د ورور خور د بلوچستان حکومت پۀ تبديلۍ کښې د دوي مشترکه کارونه بې وسه قوم ليدلي وو او بيا مو د ۲۰۱۸ سېنېټ ټاکنو کښې د دوي مشترکه لوبه هم ليدلې وه. خو د دې هر څۀ باوجود د ۲۰۱۸ټاکنو کښي پي پي پي توره هم شوه. اوس د ځوانانو خان لکه د مرتضٰي خان د اسپې لتې وهل شروع کړې دي .د لتې وهلو وخت کښې دا خيال هم نۀ کوي چې د ا خو مې د پېنډۍ ماما جي ؤ. عمران خو پۀ هر ځاے لکه د کم عقل شېخ چلي دا سردونه وهي چې زۀ او د پېنډۍ ماما جي مې پۀ يو پيج يو . خو بلخوا کۀ يو طرفه د عمران خان کارنامې سدهوم ته د شين پۀ مثل دي نو بل طرفه ته پۀ بزدار او شاه رنګيلا کښې څۀ فرق نشته . د پېنډۍ ماماجي بار بار پۀ بند کمرو کښې هره مياشت د ځوانانو خان ته وائي چې پۀ لاهور کښې دا ناست ګوډاګے بدل کړه خو دا خبره پۀ غوړ منګي څۀ اثر نۀ کوي. غوړمنګے وائي چې ترڅو زۀ يم تر هغې به بزدار وي. بيا لکه د برق صېب د پردي باغ نه د خټکو پنډ مې پۀ سر کړو . خبره مې د شريف فيملي کوله او ډزې مې پۀ بزدار وکړې. خو ځه مړه چې پۀ غريب ورنۀ شې نو پۀ چا به ورځې . دومره کم عقل هم نۀ يم چې د سوک ځاے نه پېژنم. خو چې کوم ځاے څوک نۀ وي هلته خو پلار پسې هم وئيلے شم لکه څنګه چې د پي ټي ائي وزيران پۀ نجي محفلونو کښې وائي چې لالا (د ځوانانو) مو د ټکې هم نۀ دے، هسې تشه خولۀ ده. پۀ تجربې سره ثابته ده چې غټ ميا جي هم پۀ لته وهلو کښې د ځوانانو د خان نه هم زيات دے .ميا جان لالا چې څومره د پېنډۍ ماماجي نه ونډه خوړلې ده نو دومره بل چا نۀ ده خوړلې . خو چې کله هم موقع راغلې ده نو بيا ئې د پېنډۍ ماماجي لالا ئې د “توکون؟؟؟” ۔ ۔ ۔ لته ورکړې ده. ماماجي ئې پړپوس سخا کړے دے. ډي اېن اے خو ډي اېن اے وي کنه يعنې څنګه ئې جے وي هغې شان ئې مے وي. د ميا جان کوکاري لور د کور نه راوتلو سره د پېنډۍ ماما جي ته ووې چي “نازلي اگئ ميدان مين” . اوس د بندو کمرو لپاره متبادل نۀ ميا جان لالا دے او نۀ نازلي. عمران خان ښۀ پۀ ډاډه زړۀ ځان تر دې دمه د پېنډۍ ماما جي سکه خوريے ګڼي او ماما جي لته ورکول خپل عادت. خو د بابا ادم د وختو متل دے چې شپېلۍ او ستوان برغ نۀ کېږي . خو څۀ به وايو ،زمونږ خان هر وخت ستو څښکلے وي ، د وخت تميز نۀ شي کولے چې پي پي پي هم متبادل نۀ وي . غټ ميا جان هم د بوساړې پۀ سر ناست وي او نازلي هم پۀ خپلو سندرو د ماما جي بلۍ ورانوي نو د خان متبادل بيا خو صرف شهباز شريف کېدے شي. شايد چې عمران خان لکه د خټکي پۀ دې بنياد زيړ دے. خو شهبازشريف پۀ ظاهره دا تاثر ورکوي چې وړوکے مياجان د وزارت اعظمه اميدوار نۀ دے. پۀ دې خو به بحث لږ ساعت پس وکړو اوس به د پي ډي اېم د نخرو لږه تماشه وکړو ځکه چې د اقتدار پۀ محلاتو کښې خو د فضل الرحمان هم څۀ عزت پکار دے . هغه د باجوه ماما خبره کۀ غاړه نۀ ورکوې نو د کفر فتوه ئې پۀ بډه ده، صرف بهرکول غواړي. د وړوکي ميا جان دا عزم ؤ چې د لندن د دورې نه پس د پي ډي اېم پۀ مړې خره کښې څۀ ساه ورپوکي ځکه چې د پي ټي ائي د نااهلۍ پۀ دې دور کښې قوم خو پۀ څۀ مشغولول پکار دي کنه. اخر فضل الرحمان ماما لۀ هم څۀ روزګار پکار دے . کۀ عمران خان يو کروړ نوکرۍ ورکولے شي نو شهباز شريف فضل الرحمان ماما ته د کار وظيفه هم ورکولے شي. خو چې حکومت کله نه د شهبازشريف پۀ بهر تلو کښې خنډان را پورته کړل نو بيا خو شهباز شريف د وخت نه مخکښې د پي ډي اېم د يو کولو شپېلۍ را واخسته . ګورو چې پي پي پي او اے اېن پي ورسره ځي او کنه؟ خو دا به هم ګورو چې پي اېم اېل کښې د پاور تقسيم پۀ کومه طريقه کېږي او پي اېم اېل پۀ کومه بيانيه ځي . يعنې د نازلي او د وړوکي ميا جان سفر د معکوس د لارې دے يعنې چې يو بره وي نو بل به ښکته وي. پۀ شهباز شريف کورنۍ باندې کېسونه ښۀ بې حسابه دي او ښۀ سنګين دي او غټ ميا جان لالا د ثابت جرم باوجود پۀ مزو دے. ريښتيا دي کۀ دروغ خو د عدالت لۀ طرفه تورمخې ښودلے شي کنه . د عدالت د فېصلې احترام هم پۀ ما واجب دے. ځکه چې مفتو کښې د عدالت پۀ دې فېصلې باندې اپوټه بحث کولو باندې خامخا ځان لۀ خټې ولې ګورم. د مشرانو متل دے چې کوم ځاے نۀ ګرېږي هغه مۀ ګروه. خو د دې هرڅۀ باوجود د “نازلي” نه علاوه ميا جان لالا سره د خپل خاندان د لندن پۀ موج مزو کښې دے. تله د ميا جان لالا سره ده . ناپ تول ميا جان د خپلې ګټې نقصان پۀ بنياد باندې کوي. د تاريخ نه دا هم ثابت ده چې د اقتدار پۀ محلونو کښې پلار د زوي او زوے د پلار خيال نۀ کوي نو بيا وړوکے ميان جان پۀ کښې د کوم باغ مولۍ ده چې شهباز شريف به د ميا جان لالا بيانيه بدله کړې شي. وړوکے ميا جان خو د غټ مياجان نوکردے، چې څۀ حکم ورته کېږي هغه به کوي. د نواز شريف دا خيال دے چې دومره پرېشر جوړ شي چې پېنډۍ ماما جي زما سره زما پۀ شرطونو راضي شي چې زۀ شم او يا نازلي پاتې شوه. د شريف خبره نو د شهباز شريف د متبادل پۀ طور داسې هڅې پۀ ماضي کښې هم شوې دي خو هغه هم ناکاميابه شوې دي . شهبازشريف هم څۀ شريف نۀ دے چې ګنې داسې ډراموته تيار نۀ دے خو مسئله دا ده چې د پنجاب وګړي د ميا جان لالا بيم ته غوږ دي، بل چا ته نۀ ږدي.کله چې پي پي پي پي اېم اېل ته ووې چې تر دېرشو مخالف اېم پي اے تيارول زمونږ ذمه واري شوه خو تاسو عدم اعتماد ته تيار شئ . ظاهره خبره ده چي د اپوزېشن سربراه حمزه شريف دے نو وزيراعلٰي جوړېدل د حمزه شريف يقيني وو نو نازلي د “نه” حکم وکړو. يعنې نۀ نواز شريف او نۀ نازلي د اقتدار منتقلۍ ته پۀ خپل کور کښې دننه تياره ده. هغه د تاريخ ډرامې دي خو هغه به قوم ته ښکارېدې او پۀ پټه ده. اوس اوس هم مونږ دا وليدل چې جهانګير ترين د ۳۵ غړو ټوکرۍ پۀ سر ګرځوله خو پۀ بازار کښې خريدار نۀ وو. د سودا اخستو توفيق الله پاک پۀ ننني حالاتو کښې هاوس اف شريف له ورکړے دے خو هاوس اف شريف پۀ دې سودا کښې څۀ دلچسپي وانۀ خسته . حالانکې دا بالکل يوه مفته سودا وه او دا د چا پۀ اشاره هم وه يعنې ګټه پۀ پټو سترګو وه. پۀ ماضي کښې به داسې سودا ګانې ښۀ پۀ اوچتو قيمتونو کېدلې بلکې يو بېنک نيم به هم پۀ داسې سوداګانو اخستو کښې ديواليه کېدو. بلکې د چنګا منګا او د سوات سېلونه به هم کېدل. دا ولې ونۀ شو دا ځکه چې ګټه به بيا د حمزه وه . دې ته نۀ نازلي تياره وه او نۀ د نازلي بابا جان. کۀ د ميا جان لالا او د نازلي د ګوتو داسې نخرې وي نو شايد چې شهباز شريف او حمزه پۀ دې باندې مجبور شي چي غلي پۀ کور شي، کم از کم ځان خو به د نېب ماما جي او اېف ائي اے د ټېل مېل نه بچ کړي خو زما پوخ يقين دے کۀ چرې نوازشريف خپله بيانيه بدله نۀ کړه نو بيا د پېنډۍ ماما جي د پاره عمران خان قبول دے. خو دې سره به شريف فېملي د تاريخ يوه قيصه شي. خو دېخوا پي پي پي هم دا کوشش کوي چې پۀ څۀ طريقه د کراچۍ پۀ ښار کښې اوۀ اتۀ څوکۍ تر لاسه کړي نو بيا به پي پي پي يو کنګ مېکر ګوند نۀ وي بلکې پۀ خپله به کنګ وي کۀ سورلۍ له ئې پي اېم اېل اېن ونيولو او کۀ د ځوانانوګوند پي ټي ائي.

  • پپو نه قلار شئ! – ناظم ايوب خان

    پپو نه قلار شئ! – ناظم ايوب خان

    د ځوانانو هم يقين دے او د خان ملګرو ته هم ښکاره ده چې دا ملک ټول اپوټه پروت دے. د ځوانانو هم دا خوب دے او د خان هم دا وېژن دے چې دا ملک به هله پۀ هوا الوځي چې پۀ دې ملک کښې هائي اېجوکېشن يعنې اعلٰي تعليم ترڅو ښۀ شوے نۀ وي او يقيناً چې داسې د دې ملک د هرکس خيال هم دے. د خان پۀ نظر د اعلٰي تعليم به هله ښۀ کېږي کله چې د دې پۀ وچته څوکۍ د خان کس ناست وي او هر هغه کس کوم چې د خان کس نۀ وي نو هغه د خان د وېژن سره سمون نۀ خوري. او کوم کس چې د خان نۀ وي پۀ هغۀ د ملک هرقسمه وچته څوکۍ باندې ناسته ناروا ده، يعنې ايمانداري او قابليت د خان پۀ نظر څۀ معنٰي نۀ لري او ځوانان بيا هم د خان پۀ تشو چغو تيندکونه خوري. د خان پۀ نظر اعلٰي تعليم د ملک د الوت د پاره لازمي دے او پۀ وچته څوکۍ ناست کس شاهد خاقان عباسي کښېنولے دے نو د هغۀ قلمي کول يو جهاد ګڼي نو د ارډيننس پۀ توره ئې څپلۍ کول ورته ډېر اسان کار ښکاري. نو د هائير تعليم چيئرمېن ډاکټر طارق بنوري چې پۀ ځان پوهېدو نو لکه د فارمي چرګوټي بيا حلال پروت ؤ. د ذبح کولو پۀ وخت د خان نيت دا ؤ چې دا زما کس نۀ دے. اوس زۀ د خپل وېژن مطابق کس راوستل غواړم. د ډاکټر بنوري تقرري د قابليت پۀ بنياد شوې وه او لمن ئې هم د هرقسمه ګند نه پاکه وه نو د کور تلو نه مخکښې د سندهـ هائي کورټ پۀ دروازه د انصاف د غوښتنې د پاره ودرېدو. د ډاکټر بنوري صاحب تقرري د قاعدې مطابق پۀ محفوظه څوکۍ وه نو پۀ دې وجه د ارډيننس جاري کولو نه علاوه وزيراعظم سره بله لار نۀ وه چې د ارډيننس پۀ ذريعه د دې څوکۍ وخت د څلورو کالو نه کم کړي او دوه کاله ئې وټاکي.

    دغه شان چې د وزير اعظم وېژن ته د راوي اربن ډولپمنټ چئيرمېن د لارې نه خنډ شو نو دا ترکيب هم هلته استعمال شوے ؤ خو بيا وروستو پته ولګېده چې معامله د وزيراعظم دوېژن سره دسمون د برابرۍ نۀ ده بلکې د خان نه د راغونډ مافيا د پاره دغه ارډيننس د کهل جا سم سم والا پۀ مانند ؤ. دلته هم هغه لوبه ښکاره شوه کومه چې د راوي اربن ډويلپمنټ د چئيرمېن د څوکۍ نه اخوا کېدو نه پس ښکاره شوې وه. راځئ چې دا هم وګورو چې ډاکټر بنوري څوک دے، څۀ قابليت لري او کۀ نه لکه د تورۍ توت ته ختلے ؤ چې د وزيراعظم د وېژن سره ئې سمون نۀ خوړولو. ډاکټر بنوري صاحب د هارورډ پوهنتون نه پۀ معاشياتوکښې پي اېچ ډي کړې ده. د ملک د مختلفو تهنک ټېنک سره ئې تړون پاتې شوے دے. د ٩٠ پۀ لسيزه کښې پۀ پاکستان کښې د سسټېنبل ډوېلپمنټ ډويژن ډائرېکټر هم پاتې شوے دے او د امريکې د پوهنتون يوټا پروفېسرهم پاتې شوے دے. پۀ قابليت کښې خود ډاکټر طارق بنوري هېڅ شک نشته. پۀ وېژن خو د ډاکټر بنوري څۀ بحث نۀ دے پکار ځکه چې عمران خان وائي چې د زما بنده نۀ دے. دا خو خامخا کتل پکار دي چې ډاکټر بنوري د ملک اعلٰي تعليم ته نقصان رسولو او کۀ مخکښې ئې بوتلو. کۀ مخې ته ئې بوتلو نوبيا خو د دۀ او د خان صېب خبره کښې څۀ فرق نۀ ؤ. محض پۀ دې بنسټ څوک د ملک د يوې ادارې د وچتې څوکۍ نه د بدنيتۍ پۀ بنياد لرل کول چې دا زما کس نۀ دے. دا د ملک سره يوناروا ظلم دے. کۀ د ډاکټر بنوري لمن صفا نۀ وه نو نېغ پۀ نېغه عدالت ته تلو پۀ ځاے به ښۀ پۀ خوشحالۍ کورکښې ناست ؤ چې هسې نه د احتساب پۀ نوم راپسې جورې و نۀ نښلي.

    ډاکټر بنوري نېغ پۀ نېغه د دې ارډيننس ډرامې الزام پۀ ډاکټر عطاء الرحمان پورې کړو. ډاکټر بنوري وائي چې پۀ کراچۍ کښې درې ريسرچ ادارې دي چې د هغې تعلق د ډاکټرعطاء الرحمان سره دے. مونږ ته د پرائم منسټر دفتر نه چيټۍ راغلې وه چې د پپو نه قلار شئ يعنې د کارکردګۍ حساب کتاب مۀ کوئ او دې سنټرو ته پنګه جاري ساتئ. ډاکټر بنوري وائي چې اوس مونږ پۀ توک فېصلې نۀ کوو بلکې هرڅۀ پۀ يوه قاعده طريوه چلوو. مخکښې هائيرايجوکېشن د يو جاګېر پۀ شان چلېده. هېڅ قسمه قاعده نۀ وه. سنټرو او پوهنتونو ته به پنګه د کمېشن پۀ کۍ کوکۍ چلېده. چيئرمېن به يو باچا ؤ. د پوهنتون د کارکردګۍ اود پنګې د غوښتنو منزل کښې څۀ سمون نۀ ؤ، مونږ دا غوښتل چې دا هرڅۀ د اصولو ماتحت کړو. د پنګې فېصلې دکارکردګۍ پۀ بنياد کړو. د کمېشن اختيارات د صفر برابر کړو. دې وخت کښې پۀ ملک کښې د ١٢٠ نه زيات پوهنتونونه او د ٣٠ پورې ريسرچ مرکزونه دي. دوي ته کالنۍ پنګه د هائير ايجوکېشن د طرفه ٦٥ اربه روپۍ ورکولې کېږي. چې دومره پېسه د ملک خزانې نه ځي نو حساب خو به منل لازم وي. خو ريسرچ انسټي ټيوټ اف کراچۍ، ريسرچ انسټي ټيوټ اف سائنس اينډ ټيکنالوژي او ډاکټر پنجواني انسټي ټيوټ سنټر فارماليکيولرميډيسن اېنډ ډرګ اف ريسرچ دې احتساب ته تيار نۀ دي. د دې ټولو ادارو تعلق د عطاء الرحمان سره دے. اګر چې ډاکټر صېب ئې د ملکيت نه انکار کوي خو بيا هم د دې ادارو د سرپرست اعلٰي د حېثيت نه انکار نۀ کوي. خو ډاکټر بنوري وائي چې سرپرستي خو د قانون د سېوري لاندې وي بلکې دا خو قبضه ګيري ده. زمونږ دا غوښتنه ده چې پۀ کوم بنياد دا ادارې د هائير ايجوکېشن کمېشن ٤٠ ارب روپۍ اخستي دي نو چې دومره پېسې اخلي نو پۀ دې خو ړوند هم پوهېږي چې حساب خو به مني او خپله توره به قوم ته ښائي چې تر اوسه ئې څۀ کړي دي. تش پۀ دې خونۀ کېږي چې پرائم منسټرافس دې رقعې را لېږي چې د پپونه قلار شئ او د وزيراعظم دا وېنا څۀ جواز لري چې دا زما کس نۀ دے نو پۀ دې وجه د ارډيننس پۀ توره حلالوو. بنوري صېب ته يو څو زړې پروژې د نالج اکانومي پۀ نامه د لږ پالش نه پس وړاندې شوې نو کمېشن پۀ خپله منفي ريمارکس ورکړل چې د هغې پروژو د دې ريمارکس پۀ وجه منظوري ګرانه شوه اګر چې پنګه ورکول دکمېشن د طرفه نۀ وه خو ريمارکس ورکول د دوي ذمه واري وه نو پرائم منسټر صېب د دفتر نه دناراضګۍ رقعه بيا مخې ته راغله چې داسې به هم نۀ کوئ. دا پروژې اګر چې د عطاالرحمان پۀ نوم نۀ وې بلکې دا د هغۀ د دوستانو پۀ نومونو وې خو روح روان ئې ډاکټر صېب ؤ. د دې نه علاوه پۀ ډاکټر بنوري دا هم دباؤ ؤ چې د پبلک پرائيوېټ پارټنرشپ پۀ نامه پروژې شروع کړي. پۀ دې پروژو کښې د پوهنتون ځمکې پۀ بډه کولو خطره وه نو ډاکټر بنوري دا نظريه هم پۀ ځمکه ښخه کړه. پۀ دې سلسله کښې پۀ ډاکټر بنوري د پوهنتون د وائس چانسلرانو د طرفه هم دباؤ ؤ چې داسې و نۀ کړي. د دې نه علاوه چې د ملک انګرېزي اخبارات وګورئ نو ډاکټر عطاالرحمان د کالمونو يوه لړۍ شروع کړې ده چې پۀ ملک کښې دې تعليمي هنګامي حالات نافذ کړے شي. د موصوف دا هم وېنا ده چې ما پۀ دې سلسله کښې وزيراعظم تيار کړے دے بلکې موصوف دا هم وائي چې I have the ears of the PM نو څوک چې داسې دعويٰ کوي نو د دې مطلب دا دے چې جناب پۀ دې طريقه د تعليمي اېمرجنسي جوړول غواړي. او اېمرجنسي حالاتو کښې حساب څوک کوي. کۀ حساب کتاب وي بيا خو ورته اېمرجنسي هم نۀ شو وئيلے.

    پۀ ملک کښې څو کاله مخکښې نه د پي اېچ ډي نظام د ملک دننه شروع دے خو چې خلقو ته ګورې دومره وچت سندونه ورسره دي چې مخې ته ئې ورته کېدې نو سړے حېران شي خو چې پۀ شعبه کښې ترې تپوس کوې نوبيا سدهوم ته شين وي. چونکې پۀ ملک کښې د پي اېچ ډي پۀ مد کښې څۀ معيار نۀ چلېږي، پۀ پټو سترګو تګ دے چې کومې پي اېچ ډي شوې دي نو دماغ تش د بوسو بوساړې دي. بهر هېوادونه ورته ګيا هم نۀ اچوي. ډاکټر بنوري د پي اېچ ډي معيارونه پۀ ارتقائي طريقه ښۀ کول شروع کړي دي او د ادارو نه به وړومبے احتساب بيا پنګه ورکول وي. دا خو د دې د پاره دي چې پي اېچ ډي تش پۀ نوم پي اېچ ډي نۀ وي. پکار خو دا وه چې ډاکټرعطا الرحمان ئې لاس مضبوط کړے وے، اپوټه ئې پرې دا الزام لګولے چې د دوي راتلو سره پۀ ملک کښې د پي اېچ ډي نظام کمزورے شوے دے چې څوک د سره پي اېچ ډي کوي نه. عطاء الرحمان وائي چې د دې نه مخکښې ملک کښې د پي اېچ ډي کسانو سالانه تعداد يوولس زره ته رسېدلے ؤ. او اوس دوه زرو ته راغلے دے. خو ډاکټر بنوري وائي چې دا دروغ دي چې مخکښې يوولس زره ؤ بلکې موجوده دوه زره تعداد د ملک پۀ تاريخ کښې د ټولونه لوړ تعداد دے. يقيناً چې دې ځاے کښې يو تشويشناک سوال دا پېدا کېږي چې پۀ ملک کښې دا حقيقت چاته ښکاره نۀ وي چې پۀ ملک کښې پۀ کال کښې څومره پي اېچ ډي کېږي نو بيا خو ١٩٤٧ز نه راپۀ دېخوا خو ټوله ډېټا چې هغه د هرڅۀ باره کښې ده ټوله تش بکواس دے. هغه دې د ملک تاريخ ولې نۀ وي. اوس خو يقيناً چې د ملک عدالت ته هم دا پکار دي چې د ډاکټر بنوري دا ټولې دعوېٰ د حقائق پۀ بنياد وګوري او لکه د پرائم منسټر دفتر د رقعې پۀ شان فېصله و نۀ کړي چې د پپونه قلار شئ ګنې کورته ځه.

  • د باچا خان بابا اقوال

    د باچا خان بابا اقوال

    1. زما ملګرتيا کښې غمونه او تکليفونه دي، زما لار د ازغو نه ډکه ده، زما ملګرتيا صرف هغه څوک کولے شي چې د خپل ملک او قوم دپاره خپل ځانونه خاورو کښې خاوري کولے شي، پۀ دې لار کښې صدارت، جرنېلي او ممبري نشته او نۀ پۀ دې لار کښې وزارت شته، پۀ دې لار کښې قرباني، تکليفونه او غمونه برداشت کول دي.

    2. پۀ ژوند کښې لوے فن دا دے چې لۀ هغه وخت نه استفاده وشي چې پۀ مونږ تېرېږي.

    3. زما د لرې برې پښتونخوا لۀ پښتنو سره دومره مينه ده چې زۀ ئې بيان نۀ شم کولے، خپل ملک خپل قام سره وږے تږے او پۀ تکليف کښې خوشحاله يم، پۀ بل ملک کښې پۀ عېش و عشرت کښې نا.

    4. چې کوم قوم ته خپله ژبه سپکه شي نو هغه سپک شي او چې خپله ژبه ورځنې ورکه شي نو هغه قام ورک شي. مذهب د نفرت نا بلکې د مينې او محبت علمبردار دے.

    5. بې د انقلابي اصلاحاتو دا معاشره پاکېږي نا او د انقلابي اصلاحاتو د نفاذ دپاره انقلابي ذهنيت او انقلابي اراده او اخلاص پکار دے.

    6. زۀ يو انقلابي يم، زما د پېژندګلو کوشش وکړئ، زۀ يو انقلابي خدائي خدمتګار يم او زمونږ دا تحريک هم انقلابي دے.

    7. ظالمان بهادران نۀ وي، ډېر بزدله او بې ايمانه وي، بهادر سړے پۀ چا هېچرې ظلم نۀ کوي.

    8. مشکلاتو کښې مونږ کار شروع کړے ؤ خو زمونږ کار ورځ پۀ ورځ ترقي کوله ځکه چې زمونږ کار د خدائے د مخلوق دپاره ؤ، زمونږ پکښې ذاتي غرض نۀ ؤ بلکې ذاتي مو پکښې نقصان ؤ.

    9. زما به همېشه دا کوشش ؤ چې د ښځو د مغزو نه د کمترۍ احساس لرې کړم، ځکه چې پۀ دوي کښې دا احساس خودغرضو او ناپوهو سړو پېدا کړے دے.

    10. رښتيني خدائي مذهب خو د مخلوق خدمت دے، مينه ده، محبت دے، انصاف دے، عدالت دے، بردباري او ايمانداري ده چې هغې کښې د خداے د مخلوق ګټه او فائده ده، دا نن چې تاسو وينئ دا سرمايه دارو د خپلو غرضونو د پوره کولو دپاره د مذهب پۀ نوم يوه لوبه جوړه کړې ده، دا نننے مذهب خو د يو کس د عېش و عشرت دپاره دے، د خداے د مخلوق د ارام دپاره نۀ دے.

    11. چې څوک غلط کار وکړي هغې ته غلط ووايئ، نۀ سړيتوب، نۀ مذهب، نۀ انسانيت، نۀ شرافت او نۀ اخلاق دا وائي چې مونږ د غلط کار او غلط سړي ملګري شو.

    12. ډپلومېسي منافقت دے او زۀ خو منافق نۀ يم چې پۀ خولۀ مې يوه وي او پۀ زړۀ مې بله وي.

    13. د تشدد نه نفرت او عدم تشدد نه محبت پېدا کېږي.

    14. يو قام هله ترقي کولے شي چې د هغوي سره ښځې اوږه پۀ اوږه لکه د ګاډي د دوېمې پايې روانې شي.

    15. د دروغو مزل لنډ وي او تر هغه وخته پورې وي چې رښتيا ښکاره شوي نۀ وي.

    16. پښتون يو ژوندے قوم دے، د قوميت او قربانۍ ماده هم پکښې شته خو راويښول غواړي.

    17. زۀ هغه خلق نۀ خوښوم چې پۀ زړۀ ئې يوه او پۀ خولۀ بله وي او داسې پارټي يا ډله دنيا کښې چرې نۀ کاميابېږي او کۀ کاميابه شي نو د څو ورځو دپاره.

    18. زۀ دا خبره د خپل قوم دپاره خطرناکه ګڼم چې هلکانو لۀ خو دې تعليم ورکړے شي او جينکۍ دې د علم نه محرومې پاتې شي.

    19. انقلاب يو سېلاب وي چې راشي نو اودۀ خلق يوسي او ويښ خلق ترې نه فائده وچته کړي.

    20. قام هله د چا اثر قبلوي چې اثر واله پکښې پېدا شي.

    21. حق څوک چاله ورکوي نا بلکې حق اخستلے کېږي.

    22. د زمانې د بدلون سره کۀ قام بدل شي ترقي وکړي، ګنې وروستو پاتې شي.

    23. د جنګ پۀ وخت کښې اسونه نۀ تيارېږي.

    24. پښتانۀ ډېر ښۀ قام دے، دوي پۀ افسانو او قيصو ډېر نۀ پوهېږي، هر ښۀ کار چې پۀ دوي کوې نو ځان ورته نمونه کړه، چې تۀ روان شوې، دوي هم درپسې روانېږي.

    25. زمونږ پۀ خلقو کښې دا يو لوے کمے دے چې مونږ همېشه د بل د کمزورو او عېبونو راوښکلو او لټولو پۀ غم او فکر کښې يو او خپلو کمزورو او عېبونو ته فکر نۀ کوو.

    26. بل هله خوشحالولے شې چې پۀ ځان تکليف تېر کړې.

    27. په خدمت کښې اختلاف نۀ راځي او نۀ کېدے شي، اختلاف همېشه پۀ ذاتياتو کښې وي.

    28. مونږ لۀ د چا نه نفرت کول نۀ دي پکار، پکار ده چې هر چاسره ښۀ سلوک وکړو.

    29. د هر سړي عزت پۀ خپل لاس کښې دے او کۀ هر سړے خپل خواهشات او ضروريات قابو کړي نو همېشه به پۀ ارام، خوشحاله او عزت مند وي.

    30. د کوم قام ښځې چې بېدارې شي او د ملک د ازادۍ دپاره ملا وتړي نو هغه قام څوک غلام ساتلے نۀ شي.

    31. ما دې خپل بدنصيب قام ته کتل چې اول خو د دوي د خدمت څوک نۀ وي او کۀ څوک يو نيم پېدا هم شي نو څوک د خدمت موقع نۀ ورکوي.

    32. څوک چې د خدائے دپاره د قام خدمت کوي نو د هغۀ مخه څوک نۀ شي بندولے.

    33. کۀ پښتون ،پښتون شي نو دے څوک غلام کولے نۀ شي.

    34. د جذباتو لاره د ابادۍ لاره نۀ ده.

    35. زۀ به د عدم تشدد پۀ حق کښې او د تشدد پۀ مخالفت کښې جنګېږم، هر چرته او هر کله چې جنګ وي زۀ به پرې لعنت وايم.

    36. کۀ د ظالم او مظلوم مقابله راشي نو مونږ به د مظلوم ملګري يو.

    37. پۀ بل د اعتراض نه مخکښې د ځان اصلاح پکار ده.

    38. په خپله صفا خبره کوم او د بل نه هم پۀ صفا اورېدلو خوشحالېږم.

    39. د يو ملک دپاره ټولو نه ضروري شے امن دے.

    40. بې تعليمه خلق د مذهب پۀ نوم ډېر زر دهوکه شي.

    41. مونږ پۀ خپله خاوره امن غواړو.

    42. د هېچا دپاره خپل اصول پرېښول نۀ دي پکار.

    43. مايوسي د خلقو عقيده کمزورې کوي، پۀ هېڅ حال کښې مايوسي نۀ ده پکار.

    44. څوک کۀ د ژوند سره مينه لري نو د خپل ملت د ژوند پۀ لاره کښې دې مړ شي.

    45. پښتانۀ د هر چاسره ورورولي کوي خو غلامي د ورور هم نۀ قبلوي.

    46. په سياست کښې همېشه رښتيني اوسئ ځکه چې ستاسو دوستان پۀ تاسو باور لري او ستاسو پۀ خبرو عمل کوي، دښمنان تاسو ته معتقد نۀ دي، ستاسو هره خبره دروغ ګڼي او د معنٰي برعکس عمل کوي.

    47. د سياست هنر فرصت نۀ پېدا کوي بلکې د فرصت نه استفاده او ګټه پورته کوي.

    .48 پۀ دنيا کښې دوه قوتونه دي، يو توره او بل تدبير دے، خو تدبير همېشه پۀ توره غالب وي.

  • د انجمن اصلاح الافاغنه د سل کلن جشن د پرانستې تاريخي دستوره – پښتون

    د انجمن اصلاح الافاغنه د سل کلن جشن د پرانستې تاريخي دستوره – پښتون

    د عوامي نېشنل ګوند صوبائي صدر، د باچاخان ټرسټ ډائرېکټر او د ځوانانو سر لښکر اېمل ولي خان يوه خبره کوي چې، “خلک سياست ته راشي، حکومت ته هم ورسي خو بيا پينځه، لس يا بيا پينځلس کاله پس ورک شي او يا چا ته د مخ ښودلو هم نۀ وي. . . خو نن سل کاله پس هم د بابا بچي د اے اېن پي پۀ شکل کښې پۀ خپله خاوره، د خپلې نعرې او دعوې سره ولاړ دي”. کۀ د اېمل ولي خان دې خبرې ته لږ غور وکړو نو پۀ سياسي توګه پکښې د عمرونو رښتيا پراتۀ دي . حقيقت هم دا دے چې پۀ دې ځمکه او خاوره هم هغه خلک خفه کېږي، دردېږي او زورېږي کوم چې هم د دې خاورې خپل او حلالي بچي وي . هم دغه وجه ده چې چا هم پۀ اخلاص د دې خاورې، قام او ژبې خدمت کړے نو هغوي نن هم لکه د پرون ژوندي دي . ګنې خلکو هم وليدل، اولس هم ګواه دے، تاريخ هم شاهد دے او د زمانې ګردونه هم ګواهي ورکوي چې ډېر خلک راغلل، ډېرې دعوې ئې وکړې، ډېر وغرېدل او ډېر بره بره ولګېدل خو نن ئې څوک نوم هم نۀ اخلي . ګنې نۀ خلک پټ سترګې دي او نۀ تاريخ دروغ وائي خو دغه خلکو کښې کۀ يو خوا د اولس جذبه نۀ وه نو بلخوا دوي صرف خپلو مقصدونو پسې وو او جېبونه ئې ډکول . خو بلخوا د باچاخان بابا پۀ مشرۍ کښې او د ولي خان بابا پۀ رهبرۍ کښې د خدائي خدمتګارانو دستې صرف او صرف د پښتنو خدمت، روښانه سباوون، د دوي حقونو او د دوي شناخت ګټلو ته ملا تړلې وه . پښتانۀ چې چرته هم وي خو د چا احسان او ښېګړه نۀ هېروي . هم دغه وجه ده چې عوامي نېشنل ګوند نن سل کلونه تېرېدو باجود لا نوره هم مضبوطه شوې ده او هم دغه وجه ده چې کله د تېرې مياشتې پۀ شلمه نېټه د پښتنو شريک کور باچاخان مرکز کښې د امن لوے لارښود باچاخان او رهبر تحريک خان عبدالولي خان د تلين د مراسمو او ورسره د انجمن اصلاح الافاغنه سلن کلن جشن د پرانستې دستوره وه نو داسې لګېده چې د ارمانونو ښاپېرۍ د امېدونو پۀ سور څادر کښې د ازادۍ پۀ ډولۍ کښې ځي.

    اګر چې هر کال د باچاخان او ولي خان د تلين ورځ پښتانۀ پۀ مينه او عقيدت نمانځي خو ولې دا ځل ئې شور ځکه سېوا ؤ چې ورسره د بابا د هغه ګام سل کاله هم پوره کېدل کوم ګام چې بابا د خپل قام د روڼ سبا، د امنناک ژوند او سوکالۍ لپاره اخستے ؤ. هم دا وجه وه چې د دې لپاره څو مياشتې مخکښې تنظيمې تياريانې نيولې شوې وې تر څو سل کلن جشن پۀ يو داسې انداز او طريقه ونمانځلے شي چې ټولې نړۍ ته ورمعلومه شي چې د بابا غږ لا هم تېز شوے دے . د دې مقصد لپاره د پروګرامونو پوره ترتيب جوړ کړے شوے ؤ او د روايت ترمخه “باچاخان اوونۍ او سل کلن جشن” د جنورۍ د شلمې نه تر شپږويشتمې پورې پۀ پوره اهتمام سره نمانځل وو.

    په ۲۰ جنورۍ د باچاخان اوونۍ او سل کلن جشن اغاز پۀ باچاخان مرکز کښې وشو. صوبائي صدر اېمل ولي خان پۀ باقاعده توګه د فيتې کټ کولو سره د اوونۍ او جشن اغاز وکړو. پۀ دې موقع صوبائي صدر اېمل ولي خان ته د سالارانو لۀ خوا د منظم پرېډ پۀ شکل کښې سلامي ورکړې شوه. د دې پرېډ دا هم يو لويه ځانګړتيا وه چې دې پرېډ کښې صرف نارينه نۀ وو بلکې پۀ سرو جامو کښې پۀ دې پرېډ کښې خدائي خدمتګارې زنانه هم شاملې وې او دغه شان دا يوه تاريخي ورځ نوره هم تاريخي وګرځېده. لۀ دې وروستو د پښتو قامي ترانه ” اے زما وطنه” هم وړاندې کړې شوه. لۀ دې وروستو اېمل ولي خان مرکز کښې د لګېدلي سټالونو دوره وکړه او د ټولو ستائنه او مننه ئې وکړه. پۀ دې سټالونو کښې د باچاخان سکولونو د ماشومانو او خدائي خدمتګار تنظيم لۀ خوا لګېدلي سټالونه د يادونې وړ دي. د باچاخان سکولونو ماشومانو پۀ دې سټال د خپلو لاسونو جوړ کړے شوي شيان ږدلي وو کوم چې د هغوي د قابليت او د دې سکولونو د تربيت ځلنده او ژوندے مثال دے. د خدائي خدمتګار تنظيم پۀ سټال د باچاخان بابا د استعمال شيان پراتۀ وو چې ټوله اوونۍ د خلکو د دلچسپۍ مرکز وو.

    لۀ دې وروستو دباچاخان مرکز پۀ لوے تالار “احمدشاه بابا تالار” کښې “د انجمن اصلاح الافاغنه د پرانستې دستوره” پۀ باقاعده توګه د اېمل ولي خان پۀ صدارت کښې پېل شوه. د پرانستې خبرې صوبائي کلتور سېکتر ډاکټر خادم حسېن وکړې او د نظامت چارې ئې د پښتو ژبې مشهور او روښانفکره شاعر، ستر اديب، ليکوال او کالمسټ روښان يوسفزے ته وسپارلې او هم پۀ دې موقع د باچاخان سکول، چارسدې ماشومانو پۀ سټېج ملي ترانه پۀ يو داسې خوږ او زړۀ راښکونکي انداز کښې وړاندې کړه چې خلک ئې وځنګول.

    لۀ دې وروستو پۀ سټېج د باچاخان مرکز “څېړنيز مرکز او لائبرېرۍ” لۀ خوا چاپ شويو لس کتابونو مخکتنه هم وشوه. دلته دا وئيل مهم دي چې پۀ دې کتابونو کښې د باچاخان شهره افاق کتاب “زما ژوند او جد وجهد” پۀ اول ځل د انګرېزۍ ترجمه هم شامله ده.

    د پرانستې دستورې ته پۀ وېناوالو کښې پښتون قامي مبارز او د ګوند د کلتور څانګې صوبائي سېکتر ډاکټر خادم حسېن، د باچا خان ريسرچ سېنټر او لائبرېرۍ ډائرېکټر او د باچاخان يونيورسټۍ پخوانے وائس چانسلر پروفېسر ډاکټر فضل الرحيم مروت او د ګوند صوبائي جنرل سېکتر سردار حسېن بابک شامل وو.

    دوي ټولو دستورې ته د انجمن پۀ اړه پۀ خپل خپل وار مهمې خبرې وکړې چې هم دې کرښو کښې بۀ ئې تاسو لنډيز وړاندې کوو خو اول راځو د صوبائي صدر اېمل ولي خان تاريخي وېنا طرف ته.

    کله چې صوبائي صدر اېمل ولي خان د روښان يوسفزے پۀ دعوت د وېنا لپاره راپاڅېدو نو هال کښې ټول ګډونوال د ځوان مشر پۀ درناوي کښې ودرېدل او پۀ باچاخانۍ مينه ئې د اېمل ولي خان هرکلے وکړو.

    اېمل خان د ټولو حاضرينو شکريه ادا کړه او د سکول د ماشومانو ئې هم ستائنه وکړه. لۀ دې وروستو ئې ټول قام او هر پښتون ته د سل کلن جشن مبارکي ورکړه. اېمل ولي خان ووئيل چې دا ډېره د خوشالۍ موقع ده چې نن مونږ سل کاله پس د يو داسې ګام خوشالۍ نمانځو چې مونږ لۀ ئې د تعليم لارې پرانستې دي. دوي ووئيل چې دا وړومبنۍ سل کلنې خوشالۍ دي او زياته ئې کړه چې ټول کال به دا سلسله هم داسې جاري وي. اېمل خان ووئيل چې ډېر تحريکونه لاړل راغلل خو پۀ دې خاوره کۀ کوم تحريک د سل کالو سفر، تاريخ او وياړ لري نو هغه صرف د لوے بابا خدائي خدمتګار تحريک دے. اېمل خان ووئيل چې دا هغه ګام دے چې پښتنو لۀ ئې قلم، کتاب ورکړے، پښتنو لۀ ئې پوهه او نظم ورکړے، پښتنو لۀ ئې سټېج ډرامه او د غږ پورته کولو هنر ورکړے، پښتنو لۀ ئې شناخت او مرام ورکړے. اېمل خان زياته کړه چې سل کاله وړاندې دا ګام اخستل اسان نۀ وو ځکه چې پېرنګي کله هم د پښتنو خپلواکي نۀ غوښتله، پېرنګي کله هم نۀ غوښتله چې پښتون دې سياست وکړي، تعليم وکړي او خپل حق دې وغواړي. خو باچاخان احساس لرلو چې ولې زما قام وروستو دے، ولې ئې ورځ خرابه ده او ولې د نورو قامونو نه وروستو دے. د دې مقصد لپاره باچاخان بابا د انجمن اصلاح الافاغنه بنياد کېښودو ترڅو د پښتنو د تعليم، حق او سياست خبره وکړي . اېمل خان زياته کړه چې صرف تعليم نۀ دے بلکې نن مونږ ته د ژوند پۀ هر ډګر د بابا نه هره لار پاتې ده؛ کۀ معاش او اقتصادي نظام دے نو هم پرې بابا خبره کړې ده، کۀ سياست دے نو د بابا ثاني نشته، کۀ د خپل حق غوښتنه ده او کۀ د خپل واک، د ژبې ده او کۀ د خاورې، پښتونولي ده او کۀ کلتور، پۀ هر څۀ باندې مونږ ته خپل لوے بابا ښۀ رڼا لار پرېښې ده. صوبائي صدر ووئيل چې د بابا لار تاريخي وه، د بابا نعره تاريخي وه او هم دغه شان د بابا نظريه هم تاريخي ده. اېمل خان ووئيل چې باچاخان هغه يواځينې سياستدان دے چې اول ئې عمل کړے دے نو بيا ئې کتاب ليکلے دے، يعنې صرف د ګفتار سړے نۀ ؤ بلکې د سوچ، فکر او عمل سړے ؤ . زياته ئې کړه چې بابا پۀ عدم تشدد دومره ټينګ ولاړ ؤ چې کله د بابا د سوچ او نظريې خلاف کانګرېس تقسيم ته غاړه کېښوه نو بيا هم باچاخان بابا بغاوت و نۀ کړو او دا ځکه چې هغه پۀ ظاهر او باطن يو شانتې ؤ، سپين صفا ؤ، منافقت او درغلي پکښې نۀ وه. دوي ووئيل چې زمونږ تحريک ځکه هم بې مثاله ؤ چې باچاخان هر سړي لۀ مينه او ځاے ورکړے ؤ، د هر چا ئې يو شان قدر کړے او د ټولنې پۀ وګړو کښې ئې بېخي فرق نۀ دے کړے . پۀ دې موقع اېمل خان د کتاب پۀ لوستلو هم زور راوړو او وې وئيل چې د کتاب لار د کاميابۍ لار ده. د سکولونو او پۀ خصوصي توګه د بابا د انجمن د سکولونو پۀ اړه ئې ووئيل چې شمېره بۀ ئې سېوا کوو او هر ځاے ته بۀ ئې رسوو . وې وئيل هم دغه شان نن ټول قام سره دا هم وعده کوم چې خدائي خدمتګار تنظيم به هم هر ځاے ته رسوو. زياته ئې کړه چې نن پښتون قام ته د اسان او ارزان صحت او دارو ضرورت دے او ځکه به هم مونږ باچاخان هېلتهـ فاونډېشن داسې يو مقام ته رسوو چې ټول پښتانۀ ترې استفاده وچته کړي. د خپلو خبرو ترڅنګ ئې د زراعت د ودې لپاره د باچاخان ايګريکلچر فاونډېشن خلاصولو خبره هم وکړه او وې وئيل چې پۀ سائنسي جديد طريقو به د سيمې زراعت مخ پۀ وړاندې بوځو . هم پۀ دې خبرو ئې خپله وېنا راغونډه کړه او يو ځل بيا ئې ټول پښتنو ته د سل کلن جشن مبارکي ورکړه.

    هم دغه شان دستورې ته لۀ اېمل خان مخکښې د عوامي نېشنل ګوند صوبائي سېکتر سردار حسېن بابک هم وېنا کړې وه. سردار حسېن بابک ټولو ته هرکلي او مبارکۍ نه وروستو ووئيل چې دا ورځ زمونږ ټولو لپاره ډېره اهمه ورځ ده ځکه چې نن د تحريک سل کاله پوره شول . بابک صېب ووئيل چې دا د تجديد عهد ورځ ده. وې وئيل چې دا تحريک کۀ نن سل کلن شوے دے نو هسې نۀ دے بلکې دا د کړاوونو، مجاهدې، ستړې او کوششونو نه ډک دے. وې وئيل چې سفر اسان نۀ ؤ ځکه چې د باچاخان بابا پۀ لار کښې بلها خنډان وو خو د بابا حوصله دومره لويه وه چې پېرنګي غوندې ظالم هم ورته ځان ټينګ نۀ کړو. سردار حسېن بابک ووئيل چې نن هم مونږ ته مشکلات دي او نن هم اواز پورته کول اسان نۀ دي ځکه چې د پښتنو د حق خبره کول اسانه نۀ ده. دوي د خپلو خبرو ترڅنګ زياته کړه چې پرون هم پروپېګنډه وه او نن هم ده خو پرون يو شان طريقه وه او نن طريقه واردات بدل دي . زياته ئې کړه چې پرون پروپېګنډه وه چې، ” سبق د مدرسې وائي” . . . او نن راله سکولونه پۀ بمونو الوځوي . دوي ووئيل چې د دې هر څۀ تاوان او زيان نېغ پۀ نېغه پښتنو ته رسي او هم دا وجه ده چې پښتون نن هم ژوبل ژوبل دے . بابک صېب ووئيل چې پرون هم پۀ مونږ الزامونه لګېدل او نن راباندې هم لګي خو مونږ د خپلو باباګانو سره لوظ کوو چې تل به د هغوي پۀ لار ځو او کۀ څوک مو جېلونو ته اچوي او کۀ هر څۀ کوي خو د خپلو مشرانو پۀ لار به د خپل قام د حق غوښتنه کوو . دوي ووئيل چې نن عجيبه تماشه جوړه ده؛ کۀ د حق تپوس کوم نو نېب استعمالوي، کۀ څۀ وايم نو تورونه لګوي او کۀ اواز پورته کوم نو د غدارۍ الزامونه راباندې لګوي . سردار حسېن بابک ښۀ پۀ جار ووئيل چې کۀ صاحب اختيار دا ملک مضبوطول غواړي نو پښتنو او وړو قامونو لۀ دې خپل حقونه ورکړي . بابک صېب دا هم ووئيل چې بايد دوي زمونږ پۀ خبره ځان پوهه کړي ځکه چې دې ملک لۀ ائين ولي خان ورکړے دے . پۀ اخر کښې ئې خپلې خبرې پۀ دې راغونډې کړې چې زمونږ هدف اقتدار نا بلکې د پښتنو حقونه دي او مونږ بۀ پۀ هر حال او هر فورم د خپل قام د حق خبره کوو.

    د سردار حسېن بابک نه وړاندې ډاکټر فضل الرحيم مروت انجمن پۀ تاريخ او خصوصا د سيمې پۀ تاريخي حالاتو رڼا واچوله. دوي ووئيل چې د تاريخ پۀ اوږدو کښې د پښتنو سره پۀ يو يا بل شکل کښې زياتے روان دے. زياته ئې کړه چې کۀ د مغلو لۀ خوا پښتانۀ زورلي شوي دي نو انګرېز هم لوړيا کوړيا کړي دي . کۀ حالاتو ځپلي دي نو خپلمنځي دشمنيو هم خراب تراب کړي دي . دوي ووئيل چې د پېرنګي راتګ سره تر ټولو زيات زيان پښتون قام ته رسېدلے ځکه چې هم د پېرنګي لۀ وجې اول افغانستان تقسيم شو او بيا پښتون او هم دغه شان ورسره زمونږ شناخت، کلتور دړې وړې شو. يعنې پۀ دغه دوره کښې پښتانۀ ډېر ګډ وډ وو خو بيا باچاخان راغے او پښتانۀ ئې راپاڅول او خپله لار ئې ورته سمه کړه، ژبه ئې هم ورکړه او د خپل حق نه ئې هم خبر کړل . مروت صېب پۀ باچاخان ريسرچ سېنټر هم رڼا واچوله او وې وئيل چې دا د ملي مشر اسفنديار ولي خان وړاندې کړے شوې منصوبه ده چې نن ئې مونږ لۀ سېوري لاندې درې اتيا کتابونه چاپ کړي دي او پۀ وړومبي ځل مو ” مائي لائف اېنډ سټرګل” هم چاپ کړو.

    د مروت صېب نه وړاندې ډاکټر خادم حسېن دستورې ته خپل مخصوص انداز کښې پۀ علمي خبرو کښې ووئيل چې د انجمن اصلاح الافاغنه نه وړاندې داسې بل کوم جمهوري تنظيم نۀ ؤ . دوي ووئيل چې دا وړومبے سياسي، جمهوري تنظيم ؤ چې قام ته ئې د منظم ژوند تېرولو لار ورکړه . دوي زياته کړه چې قام ته د متبادل ژوند تصور ورکول هم د دې لاس ته راوړنه ده . وې وئيل چې سل کاله سفر مو پرې کاميابۍ سره وکړو او اوس پرې د ملي مشر او اېمل ولي خان پۀ مشرۍ کښې خپل مرام پلو سفر روان دے.

    هم دغه شان د باچاخان اوونۍ او سل کلن جشن د پرانستې دستورې وړومبنے پروګرام پۀ کاميابۍ سره د مشرانو تاريخي او ګټورو خبرو سره سر ته ورسېدو.

  • سیاست، اجتماعیت: د اولس زور د خداے زور دے – اوېس کمال

    سیاست، اجتماعیت: د اولس زور د خداے زور دے – اوېس کمال

    پاکستان کښې سیاست دومره بدنام کړے شوے چې مونږ اکثر پۀ ټولنه کښې داسې قسمه خبرې اورو “ماسره ډېر سیاست مۀ کوه”، “هغه پلانکے ډېر سیاست باز دے”، “زۀ سیاسي بنده نۀ یم”، “زۀ غېر سیاسي یم”. د دې ټولو جملو کۀ نفس ته مونږ ځېر شو نو دا خبره جوتېږي چې پۀ پاکستان کښې خلک د سیاست نه کرکه کوي، هغوي سیاست بد کار ګڼي، هغوي سیاست دهوکه ګڼي، سیاست فرېب او سیاست یو ناولے عمل ګڼي. سوال دا راپورته کېږي چې سیاست وائي څۀ ته؟ سیاست بدنام چا کړو؟ نظریاتي سیاست لۀ منځه چا وويستلو؟

    “سیاست” ته پۀ انګرېزۍ کښې (politics) وائي، پولېټکس لفظ د یوناني ټکي ‘politika’ نه مشتق دے، پۀ لفظي ډول سياست حکومت او حکومتوالۍ ته وائي. پۀ اسانو ټکو کښې سیاست یو داسې عمل دے چې د انسان او ټولنې تر منځ اړيکې جوړوي، چې کله یو انسان سیاسي وي نو هغه د ټولنې دننه پۀ خپلو حقونو او فرائضو خبر وي. د واکمنانو پۀ واکمنۍ کښې، فېصله سازۍ کښې برخه لري او ټولنه کښې بدلون، پرمختګ لپاره کردار لوبولے شي. چې کله یو انسان غېرسیاسي شي نو هغه د ټولنې نه جدا شي او ژوند ئې د خپل ذاته پورې محدود شي.

    زمونږ پۀ ټولنه کښې د اولس غېرسیاسي کولو تاریخ د پېرنګي دور نه را پېل کېږي . کۀ مونږ پۀ تاریخ نظر واچوو نو د ازادۍ جنګ نه پس بنګال لومړۍ صوبه وه چې پېرنګي پکښې انډین کونسل اېکټ اف ۱۸۶۱ ترمخه قانون ساز کونسل(legislative council) تابیه کړے ؤ نو بنګالیانو پۀ هند کښې لۀ نورو خلکو مخکښې برتانوي جمهوریت تجریه کړے ؤ او د هغوي د سیاسي شعور روزنه د هند نور اولس نه مخکښې شوې وه چې د هغې پۀ نتیجه کښې د نولسمې پېړۍ پۀ نیمائي اواخرو کښې بنګالیانو د نوابادیاتو خلاف منظم جدوجهد کړے ؤ، هم پۀ داسې وخت کښې سرسید احمد خان چې د هغۀ ټول فکر و عمل د تضاداتو نه ډک دے، هغه کۀ یو طرف ته د جدید علومو حامي ؤ نو بل طرف ته د جدید علومو نه رازېږیدلے د سیاسي، سماجي شعور مخالف ؤ، هم دا لامل ؤ چې هغه به د بنګالیانو سیاسي فکر نه کرکه لرله ولې چې د بنګالیانو سیاسي هلو ځلو لۀ کبله ‘سرکار انګلشیه’ ته خطر پېښ ؤ.

    بیا پۀ کولونیل دور کښې، چې کله هندوستان د پیرنګي استعمار پښو لاندې ؤ او پۀ هندوستان کښې پۀ کال ۱۸۸۵ء کښې کانګرس پارټي جوړه شوه نو سرسید احمد خان وړومبے تن ؤ چې مسلمانانو تۀ ئې ووې چې تاسو پۀ سیاسي عمل کښې برخه مۀ اخلئ، ځکه چې کۀ تاسو پۀ سیاسي عمل کښې ګډون وکړو نو د پېرنګي پۀ نظر کښې به زموږ وفاداري مشکوکه وګرځي. دا هم یو تضاد دے چې دکانګرس ګوند جوړېدو یو کال مخکښې سرسید احمد خان لاهور کښې د انډین اېسوسي اېشن خطبه استقبالیه پۀ ځواب کښې د هندو مسلمان اتحاد خبره کوي او هندوان، مسلمانان د هند پۀ مخ دوه سترګې ګڼي یا بل ځاے هندو او مسلمان دواړه د هندي قامیت برخه ګڼي خو چې کله د هند خلکو د قامیت احساس د انډین نېشنل کانګرس پۀ شکل کښې پۀ تنظیمي بڼه خپل کړو نو هغه د دې ګوند مخالف شو ولې چې د کانګرس لارې د هند ټولو وګړو ته لۀ مذهب، نسل او ژبې پرته ټولو ته خلاصې وې او دا اتحاد برطانوي سرکار ته د خطر وړ ؤ.

    هغې نه پس مونږ کۀ پښتنې سیمې ته راشو نو پۀ سیاستپوهنه پوليټیکل سائینس کښې یو ټرم استمعالېږي چې پولیټيکل کلئينټلېزم (Political Clientelism) ورته وئيل کېږي چې د یو کوم سرپرست (Patron) او ګاهک (Client) تر منځ یو داسې سودا وي چې ګاهک (Client) به د مادي ګټو پۀ بدل کښې د سرپرست (Patron) سیاسي وفادارۍ او هر قسمه پالیسیو تائید کوي، پولیټیکل کلئينټلېزم یو اوږد مهاله حکومت کولو لپاره یو داسې طریقه کار دے چې مونږ ئې د پښتو یو متل کښې رانغاړلے شو:

    “بدل پۀ بدل خلاصېږي”.

    په داسې انتظام کښې یو مخصوص طبقه د سیاسي وفادارۍ پۀ بدل کښې مادي ګټې خو ترلاسه کړي خو پۀ مجموعي توګه ټولنه کښې جمهوری رویه او نظریاتي سیاست سر وخوري، سیاسي عمل د جمود ښکار وي او ټولنه پۀ سماجي، معاشي توګه د پسماندګۍ پۀ لاره مزل کوي.

    د پېرنګي کولونیل دور نه راواخله تر پوسټ-کولونیل ریاست پاکستان پورې پخوانیو قبائیل کښې روان سیاسي انتظام د پولیټیکل کلئينټلېزم یو مثال دے چرته چې وړومبے ملکان وو، د پیرنګي لاسپوڅي (Client) او بیا د پېرنګي وارث پاکستان څمڅه ماران جوړ شول، دا ملکان کۀ یو ځل پېرنګي استعمال کړل نو تقسیم نه پس جناح صېب ۱۹۴۸ کښې کشمیر لپاره د غېر ریاستي عنصر non-state actor پۀ توګه استعمال کړل، جناح صېب پۀ خپله تقسیم نه پس پېښور کښې قبائیلي جرګې ته پۀ اپرېل نولس سوه اتۀ څلوېښت ۱۹۴۸ کښې تقریر کښې وائي:

    “You have also expressed your desire that the benefit, such as your allowances and khassadari, that you have had in the past and are receiving, should continue. Neither my Government nor I have any desire to modify the existing arrangements except, in consultation with you, so long as you remain loyal and faithful to Pakistan.”

    “تاسو خپله هم هیله څرګنده کړه چې هاغه ګټې، چې تاسو پۀ تېرو وختونو کښې درلودې لکه ستاسو وظیفې او خاصه داري، باید دوام ومومي. زۀ او زما حکومت ستاسو سره لۀ مشورې بغېر د موجوده انتظاماتو (یعنې د پیرنګي دور انتظاماتو) د ترمیم لپاره هېڅ لیوالتیا نۀ لرو، ترڅو چې تاسو پاکستان ته وفادار او ګټه ور اوسئ”.

    یعنې جناح صېب د هغوي (client) حېثیت ختمولو ته تیار نۀ دے او د دې ټول عمل لۀ لارې پۀ نوو اضلاعو (پخوانیو قبائیل) کښې خلک غېرسیاسي وساتل شو.

    بیا پۀ پاکستان کښې سیاسي مخالف ګوندونو سره چې کوم قسمه رویه وساتل شوه لکه پۀ مۍ ۱۹۴۸ء کښې د باچا خان بابا پۀ مشرۍ کښې پيپلز پارټي جوړه شوا نو د جولائي میاشت کښې باچا خان او د هغۀ ملګري بندیوان کړے شو، پۀ خدائي خدمتګار تحریک او پۀ ‘پښتون’ مجلې بندېز ولګول شو، پۀ ۱۹۵۰ء کښې د عبدالصمد خان انجمن وطن اوونیز ‘استقلال’ باندې بندېز ولګول شو، پۀ قلات سټېټ نېشنل پارټي بندېز ولګول شو، بیا چې کله پۀ ۱۹۵۴ء کښې پاکستان د امریکائي پوځي تړون سیټو (چې د شوروي اتحاد خلاف جوړ شوے ؤ) غړے شو نو پۀ جولائي ۱۹۵۴ء کښې سکندر مرزا پۀ مشرقي او مغربي پاکستان دواړو ځایونو کښې پۀ کمیونسټ پارټۍ بندېزونو ولګول.

    هغې نه پس دلته چې څومره هم مارشل لاء لګیدلې نو هر پوځي امر خپل وړومبني تقریر کښې د سیاسي مشرانو خلاف خبرې کړي، خپل ځان ئې سیاسي مشرانو نه تکړه او برتره ګڼلے او دا د برترۍ رویه دوي ته د برټش انډین ارمي لۀ طرفه وراثت کښې ملاو شوې ده، پېرنګي استعمار به برټش انډین ارمي افسران لۀ ازادۍ تحریکونو نه لرې ساتلو لپاره، غېرسیاسي ساتلو لپاره او د پېرنګي استعمار سره وفادارۍ لپاره دوي ته دا احساس ورکولو چې تاسو برتره يئ، ‘خود غرضه سیاسي واکداران’ اولس غولوي، اولس خو ناپوهه دے، غداران دي، ستاسو یو خپل سټېنډرډ دے او عام اولس لپاره ‘بلډي سوېلين’ اصطلاح وکارول شوه او د دې افسرانو انتخاب به هند کښې د جاګیردارې طبقې نه کېدۀ چې د چا به ټولنه کښې مخکښې نه رعب او دبدبه وه.

    بیا چې کله تقسیم وشو نو ایوب دور کښې هغه پوځي افسران چې لوئر کلاس طبقې سره ئې تعلق ؤ هغو له ټولنه کښې برتري او لوړ مقام ورکولو لپاره پوځ لۀ طرفه پلاټونه ورکول شروع شول یا به ئې رېټائرمنټ نه پس هغو له د کاروبارونو یا کارخانو سلسله شروع کړه چې پۀ ټولنه کښې د هغوي یو وچت مقام قائم وي چې سبا بیا هم دا خلق د دې خاورې سیاسي مشرانو خلاف زمونږ پۀ کار راځي.

    ایوب خان چې کله پۀ کال ۱۹۵۸ کښې پۀ ملک کښې مارشل لاء ولګوله نو خپل عمل له ئې جواز جوړولو لپاره پۀ وړومبني تقریر کښې سیاسي خلکو ته بدرد وئيلي وو چې :

    “a situation brought about by self-seekers who, in the grab of political leaders; have ravaged the country or tried to barter it away for personal reasons.”

    “دا صورتحال د خود غرضه واکدارانو لخوا رامنځته شوے دے چې د سیاسي مشرانو په ځال کښې ګېر دي؛ چا چې وطن ویجاړ کړو یا خپل ځاني مفاداتو لپاره د وطن سودا کوي”.

    لکه څنګه چې لیاقت علی خان پۀ کال ۱۹۴۹ء کښې مرکزي مسلم لیګي قیادت ته صوبو لۀ طرفه پېښ مخالفت نیوټرلائیز کولو لپاره پروډا

    [Public Representative Offices (Disqualification), Act]

    اېکټ جاري کړے ؤ چې د هغې لۀ مخه سېکشن ۹۲ اے لۀ لارې مرکزي حکومت ته اختیار حاصل دے چې هغه صوبائي مشران دکرپشن پۀ نامه ډِسمس کولے شي، دا اېکټ پۀ ۱۹۵۴ کښې ختم کړے شو چې دا اېکټ جمهوری عمل سره سم نۀ دے او یوازې د سیاستدانانو خلاف استعمالېږي. همداسې ایوب خان پۀ مارچ کښې سیاسي خلکو وېکټمائزېشن، بدنامولو لپاره د پروډا

    [Public Representative Offices (Disqualification), Act]

    پۀ طرز د پوډو

    [Public Offices (Disqualification) Order]

    او بیا اېبډو

    [Elective Bodies (Disqualification) Order]

    جاری کړو چې د هغې لۀ مخه هر هغه څوک چې د پاکستان ‘ازادۍ’ نه پس عوامي څوکۍ لکه قانون سازۍ سره تړلې څوکۍ، میونسپل کارپورېشن، میونسپل کمېټۍ، کنټونمنټ بورډ یا ډسټرکټ بورډ وغېره څوکۍ لري یا ئې پخوا لرلې یعنې رېټائرډ دي، د هغوي خلاف ګورنر یا صدر پۀ بدچلندۍ ‘misconduct’ د کښې ملوث کېدو پۀ بنیاد د کاروایۍ حکم ورکولے شي نو اکثره سیاستمداران ایوب خان اېبډوزده کړل. دې سره سره د ایوب خان مارشل لاء لګولو نه پس څلور څلوېښت میاشتې پۀ ملک کښې پۀ سیاست او سیاسي ګوندونو بندېز ؤ. دې دوران کښې د دسمبر ۱۹۵۹ بنیادي جمهوریت ټاکنې او ۱۹۶۲ء کښې د قامي او صوبائي اسمبلۍ انتخابات غېرجماعتي شوي وو، تر دې پورې چې د ۱۹۶۲ اساسي قانون ارټیکل ۱۷۳ لۀ مخه پۀ سیاسي هلو ځلو، سیاسي ګوندونه جوړولو او یا یو مخصوص کاندید لپاره د یو تنظیم نظریې پۀ بنیاد کمپېن کولو باندې بندېز ؤ چې لۀ کبله ئې نظریاتي سياست سر وخوړلو او سیاست د نظریاتو پۀ ځاے کلیوالۍ، ورورولۍ او تربګنۍ طرف ته روان شو. دې سره سره ئې د سیاست نرسریانې پۀ سټوډنټ پالیټکس او ټرېډ یونین بندېز ولګولو، جمهوري ادارې ئې ختمې کړې، سیاسي مشران ئې جېلونو کښې بندیوان کړل، پۀ پرېس سېنسر شپس ولګول شول، اولس د سیاست نۀ لرې کولو لپاره د دهونس، دهاندلۍ او جبر نه کار واخستل شو، پۀ سیاسي بحڅونو بندېزونه ولګول شول نو د ډار لۀ کبله پۀ هوټلونو، کلبونه او چاے خانو کښې دا خبرې پۀ نظر راتلل شروع شوې چې :

    ”يهان پر سیاسی گفتگو کرنا منع هے“

    ایوب خان چې کله بنیادي جمهوریت نظام متعارف کولو نو هغه دا بیان جاری کړے ؤ چې اولس ناپوهه او انپړهه دے، اولس کښې د ووټ اچولو لپاره دومره پوهه نشته چې هغه یو معقول کس ته ووټ واچوي نو دلته د پارلېماني جمهوریت پۀ ځاے کنټرولډ جمهوریت پکار دے، پۀ بنیادي توګه د ایوب خان دا خبره د ابتدائي ژوند زمانې محاوره ‘العوام کالانعام’ یعنې ‘اولس ځناور دي’ د ذهنیت شاخسانه وه لکه څنګه چې به پخوا انسانان اشراف او اجلاف کښې تقسیم وو، اشراف به ځان د دېوتاګانو اولاد بللو او عام انسان به ئې جاهله او رذیله ګڼلو.

    پۀ ۱۹۶۲ کښې چې ټاکنې وشوې نو پۀ جولائې کښې

    Political Parties Bill 1962

    پاس شو، یاده دې وي چې دا بِل کله پاس کېدو نو د جمعيت العلماے اسلام مشر مفتي محمود دا وړاندېز پېش کړو چې یوازې هاغه ګوندونو ته دې اجازت وي کوم چې اسلامي نظریاتو سره تړلے وي.

    بیا پۀ بهټو دور کښې ئې سیاسي کارکنانو او پۀ خاصه توګه د نېشنل عوامي ګوند (NAP) خلاف سیاسي وېکټمائزېشن لپاره پۀ کال ۱۹۷۵ فرورۍ کښې درېم ائینی ترمیم لاندې د ائین ارټيکل ۱۰ کښې ترمیم وشو چې له مخه ئې سیاسې کېس کښې نامزد او نامزد کېدونکي کس ته د قبل از ګرفتارۍ ضمانت ختم کړے شو او هغوي ئې د ‘اېنټی-سټېټ’ او پاکستان ‘دفاع، سالمیت او سېکیورټي’ خلاف کارونو کښې ملوث کېدو پۀ وجه غېر مقرره وخت لپاره قېد کول شروع کړل.

    ضیاء الحق چې کله مارشل لاء ولګوله نو وړومبي تقریر کښې ئې حسبِ روایت سیاسي مشرانو ته بد رد ووئیل . ضیاء مارشل لاء لګولو سره الېکشن معطل کړو او سیاسي سرګرمیو باندې ئې پۀ اکتوبر ۱۹۷۹ کښې بندېز ولګولو، د دې پاره ضیاء په ۱۹۸۱ کښې پي سي او (Provisional Constitutional Order) جاري کړو. پۀ پي سي او کښې دا خبره شامله وه چې هغه ټول ګوندونه چې مارشل لاء لګېدو نه پس د ۱۱ اکتوبر ۱۹۷۹ نه مخکښې جوړ شوي دي، د هغه ټولو ګوندو پۀ سیاسي سرګرمیو کښې پۀ حصه اخستلو پابندي ده. ضیاء پۀ فرورۍ کښې چې کومې ټاکنې وکړې نو هغه ټاکنې غېرجماتي وې چې لۀ کبله ئې د نظریاتي سیاست پۀ ځاے د برادرۍ سیاست، کلیوالۍ سیاست دوام وموندلو او پۀ نتیجه کښې کرپشن پېل شو، د ضیاء د دې اتنخاباتو ټولو نه غټ زیان سیاست او جمهوري عمل ته دا ورسېدو چې د سیاست لوکلائیزېشن وشو یعنې سیاست د ملکي یا قامي پۀ ځاے محلي او ځائي شو. عمومی ټاکنې کېدو نه پس وزیراعظم جونېجو پۀ جولائې کښې پۀ سیاسي ګوندونو د بندېز ختمولو خبره سېنېټ کمېټۍ ته وکړه، پۀ نومبر کښې دا بل پېش شو او پۀ دسمبر کښې دا بل سېنېټ نۀ پاس شو. جونېجو یو بل کار دا وکړو چې د اتم ائیني ترمیم پۀ بدل کښې ئې پۀ ۱۹۸۵ کښې مارشل لاء ختم کړه، همداسې د نور وجوهاتو پۀ وجه بیا ضیاء جونېجو د وزیراعظمۍ نه ډِس-مس کړلو.

    دا نن سبا چې د سټوډنټ پالېټکس خبره راشي او پۀ تعلیمي ادارو کښې پۀ سټوډنټ پالېټکس بندېز خبره وشي چې تنظیمونه یو بل سره جګړې کوي نو پۀ بنیادي توګه تر اوومې لسیزې نیمائي پورې زده کوونکي پۀ سیاسي توګه ډېر متحرک وو خو بیا چې پۀ دوي اقتصادي توګه فشار راغلو نو نۀ صرف پاکستان کښې بلکې ټوله نړۍ کښې هغوي سیاسي عمل نه لرې شو او یا متشدد شو. دوېم د زده کوونکو متشدد کېدو خبره ده نو یو خو اقتصادي لاملونه وو، دوېم پاکستان کښې ټولو نه زیات متشدد روایات ضیاء الحق دور کښې راغلل چې کله د افغان جهاد پۀ نامه فساد شروع شو نو دلته وسله راغله، جماعت اسلامي خپل تنظیمونه پۀ پوهنتونو کښې د ترقی پسند تنظیمونه ځپلو لپاره مضبوط کړل، کلاشنکوف کلچر عام شو نو پۀ نتیجه کښې به ئې چې چاسره وسله نۀ وه نو د هغۀ خبرې ته به چا غوږ هم نۀ نیولو.

    ضیاء الحق دور کښې پۀ کال ۱۹۸۴ء کښې د سټوډنټ یونین انتخابات کېنسل شو خو پۀ بېنظیر بهټو دور ۱۹۸۹ کښې دا بندېز ختم شو، بیا پۀ ۱۹۹۲ کښې پۀ سټوډنټ یونین بندېز لګولو لپاره پټیشن دائر شو نو پۀ ۱۹۹۳ کښې سپریم کورټ پۀ سټوډنټ یونین بندېز ولګولو. ضیاء الحق دور نه تر درې لسیزو پورې زده کوونکي زیاتره غېرسیاسي وو . کۀ څۀ هم سټوډنټ تنظیمونو فعاله وو، خو چې کله د دوي دې خبرو ته فکر شو چې زمونږ ټولنیز، اقتصادي حالات ورځ تر ورځ نور خرابېږي نو دوي اوس بیا سیاست ته فکر شو خو د دې یو زیان دا هم وشو چې سیاست کښې پاپولزم مقبولیت پسندې ډېره راغله.

    مونږ وئیلے شو چې څنګه غېر جمهوري رویه لرونکې ټولنې نه جمهوري حکومت نۀ شي راپورته کېدے، همداسې د غېر جمهوري حکومت سېوري لاندې پۀ ټولنه کښې جمهوري رویې نۀ شي زېږېدې . او پاکستان خپل اویا کلن تاریخ کښې دري دېرش (۳۳) کاله لۀ امریتونو سره مخ شوے او پاتې اووۀ دېرش (۳۷) کاله لۀ نیم جمهوري حکومتونو نه تېر شوے چې لۀ کبله ئې ټولنه کښې غېر جمهوري او غېرسیاسي رویې رازېږدلي.

    پۀ پښتون افغان وطن کښې باچا خان بابا او صمد خان شهید بابا ته د اعزاز حاصل دے چې پۀ وړومبي ځل ئې پښتانۀ مېنسټریم سیاست تۀ رادننه کړۀ، پښتنو ته ئې قامي شعور ورکړو، پښتانۀ ئې خپلې جغرافيې نه خبر کړل، پښتانه ئې خپلو وسائلو نه خبر کړۀ او پښتنو ته ئې خپل حق ور وپېژندو.

    په اخر کښې به د باچا خان خپل ژوند لیک نه د هغۀ ساده خو پۀ تول پوره خبرې وړاندې کړم چې :

    “حکومتونه انفرادي حرکتونه غلې کولے او ختمولے شي، انفرادیت کښې وېره او ترڅ ډېر وي. حکومت اجتماعي حرکتونه وژلے نۀ شي ځکه چې وېره پکښې نۀ وي، د کامیابۍ لپاره اجتماعي تحریک اؤ قربانۍ پکار وي، ازادي څۀ د خټو ګوګوشتو نۀ دے چې پۀ سړه ډوډۍ کېږي، قرباني ورکول غواړي”.

    او د فارغ بخاري کتاب ‘د ازادۍ تحریک او باچا خان’ کښې ملنګ بابا وائي چې:

    “زۀ نۀ پیر یم، نۀ بزرګ یم، زۀ خو انقلابي او سیاسي سړے یم.”

     

  • سپينې سپينې ووايه – مولانا خانزېب

    سپينې سپينې ووايه – مولانا خانزېب

    پۀ قران کریم کښې د خداے وېنا ده چې مفهوم ئې داسې دے چې “تاسو هر وخت نېغه وېنا کوئ”. پۀ سیاست کښې او د يو وطن پۀ پېښ چاپېريال کښې حق او سمه وېنا کۀ يو اړخ ته لازم ده نو بلخوا دا د ټولو نه ګران کار هم دے. دغه راز يو اولس ته د وخت نه وړاندې د راتلونکي وخت حقيقتونه پۀ ډاګه کول کۀ ډېره لويه ذمه واري ده نو بلخوا دا د يوې ټولنې د قامي سياسي رهبرانو د بصيرت ازمېښت هم وي. پۀ پښتو کښې يو متل دے وائي “هره ګوجره د خپلو شوملو صفت کوي”، خو څوک پۀ سمه دي؟ څوک د تاريخ پۀ سم اړخ کښې ولاړ دي ؟ څوک د خپلې خاورې او اولس حقيقي خواخوږي او خېرخواه دي؟ دا پرېکړه کۀ څوک هم د وخت نه مخکښې کوي نو هسې پۀ خپلو بادرنګو به بې وخته اوبۀ اچول وي. دا سپيناوے د تاریخ بې رحمه ليک څۀ وخت پس کوي چې هر سړے د هغې پۀ ائينه کښې ډېر روښانه راښکاره کېږي. د خداے پېغمبر(ص) فرمائي ، “حق وېنا وايه کۀ ترښه ولې نۀ وي” . پښتانۀ وائي حق وېنا د مذهب ښکنځل دي . د پښتنو د مذهبي نفسیاتو او اروا پوهنې پۀ اړه کۀ پۀ تاريخي شاليد کښې خبره وکړو نو دا خبره د تاريخي سرچینو پۀ اساس ډېره جوته ده چې دوي د زمانو نه واخله تر اوسه د مذهب پۀ اړه ډېر حساس او ترند پاتې شوي. کۀ د بامیان نه راواخله تر د سوات باجوړ او هنډ پورې د بدهـ مت د لرغونو اثارو شتون ته وکتل شي نو دا خبره بېخي روڼېږي چې دغه تهذيب پۀ دې خاوره څومره غزونې کړې دي نو دا لرغوني اثار دلیل دے چې ددې سيمې د خلکو اجتماعي روحاني اړخ خامخا ددې هرڅۀ سره تړل شوے ؤ. دغه اثار د پښتنو پۀ تاريخ کښې د پام نه غورځول او يا دا خبره کول چې بس دا خو پۀ يو وخت کښې د کومو کافرو اثار وو، د پښتنو د لرغوني وجود نه انکار کول دي. پښتانۀ د محمود غزنوي د وخت نه پۀ اجتماعي ډول اسلام ته راننوتي . ددې نه مخکښې د اسلام پۀ لږ لږ مشخص وجود کښې وو. د محمود غزنوي نه پس به هم څۀ خلک د اسلام نه بهر پاتې شوي ځکه چې تر د هندوستان د ازادۍ پورې د ډېرو نورو مذهبونو منونکي هم دلته موجود وو. پښتانۀ د مذهب پۀ حواله پۀ هره زمانه کښې ډېر باوري پاتې شوي. خو يو خبره بله هم ده او هغه دا چې پښتانۀ روايت پسند مسلمانان دي، ډېر د ګوزارې خلک دې ځکه خو پښتونولي خپله يوه ځانګړې تګلاره ګڼي او مني . کۀ يو اړخ ته جومات د دوي د کلتور برخه ده نو بلخوا پښتانۀ دا هم وائي چې پښتو نيم کفر هم دے. دا پۀ دې اساس چې پښتانۀ پۀ مذهبي توګه کله هم تندرويه نۀ دي پاتې شوي بلکې کۀ د اسلام اړخ دے او کۀ د پښتو خو پښتانۀ ډېر د ګوزارې خلک پاتې شوې دي. پښتون سړے کۀ هرڅومره هم زورور وي خو کۀ جرګه يا ننواتے ورولېږې نو دې ورته سلامي کېږي. نننۍ جګړه مونږ ځکه د اسلام او پښتونولۍ نه بهر ګڼو چې د پښتنو د دود دستور ټول مقدسات ئې شرمولي . کوم داسې علامت پاتې دے چې ددې وخت د يزيديت د لاسه رسوا شوے نۀ دے . د جهاد پۀ اړه مو کۀ د خداے پېغمبر (ص) د احتياط او اصولو کره کتنه وکړه نو د اوسنۍ بې شرمه او بې رواجه جګړې پۀ وجه به مو مازغۀ نور هم وخوټکېږي خو بيا هم ددې بدبخته څلوېښت کلن جنګ خاتمه نۀ راځي، تقدس ئې نه ژوبل کېږي ځکه چې د دين او منبر ومحراب خلک پۀ دې هرڅۀ د زړۀ نه راضي دي . او دغه افراطيت او تندروي د اسلام سمه څېره ګڼي . د امام ابو حنیفه د فقهې يوه مسئله ده چې چوپتيا هم رضا ده ځکه چې د بني اسرائيلو د خالي پۀ ورځ د ښکار کوونکو خلکو پۀ اړه قران وائي چې د جرم کوونکو سره پۀ چپ پاتې شوي خلکو هم عذاب راغلے. د پښتنو پۀ اړه دا خبره چې دوي پۀ تاريخ کښې هم جنګيالي او وحشيان دي ځکه اوس هم کاږۀ دي پۀ تاريخي توګه ناسمه او ددې قام سره زېاتے دے ځکه چې د بلخ ، اريګائن، مساګا او ګندهارا، پۀ شان تهذيبونه د دوي د وطن پۀ ځانګو کښې پۀ زرګونه کاله پخوا زېږېدلي. د پښتنو د وخت او زمانې د هر زورور سره د جنګ او لښکرو داستانونه کۀ پراتۀ دي نو دا پۀ حقيقت کښې د دوي پۀ خاوره راغلي يرغلونه دي چې دوي دې ته اماده کړي چې تورې او ټوپک ته لاس کړي . پښتانۀ د احمد شاه بابا نه پرته پۀ چا پسې هم نۀ دي تلي، ځکه چې پښتانۀ پۀ چا نۀ دي ورختلي بلکې د دوي پۀ تودو نغرو او ورشو ګانو ټول عمر نور راختلي . د تاريخ پۀ اوږدو کښې پېرنګي پښتنو ته ډېر زيات زيان رسولے، دپښتنو د وطن تاريخي جغرافيه پېرنګي ماته کړه، دوېم پۀ دې خاوره کښې پېرنګي خلک پۀ طبقانو کښې وېشل، درېم دا چې د مذهبي تندروې او نۀ زغم بنسټونه ئې دلته کېښودل چې د اسلام پۀ نامه د هندوستان وېشل ئې لوے تاريخي دلیل هم دے. دا د مذهب پۀ نامه وېش د اسلام سره د پېرنګي کومه مينه خو نۀ وه بلکې د دغه سپېځلي دين پۀ جامه کښې خپل راتلونکې موخو ته دام کېښودل ئې مقصد ؤ. دغه تندروي لۀ بده مرغه پۀ تېر څلور لسيزو کښې د ریاست د سیاسي دريځ او پالېسۍ پۀ توګه وکارول شوه، جنګي اقتصاد د بلاربوالي نه پس ښه پۀ لنګون باندې شو او د سوړ جنګ پۀ وخت کښې د افغانستان خاوره چې د کوم اخ وډب ښکار کړې شوه نو تر ننه پکښې د وينو فوارې دارې وهي. د تېر څلوېښت کلن جګړې پۀ نتيجه کښې د پښتنو د ذهنونو نه د مذهب پۀ حواله ګوزاره اوزغم لرې کړے شو او د دوي ټولنه پۀ يو جنګي لېونتوب بدله شوه. د باميان پۀ شان لرغوني اثار ورته د کفر وګرزول شو حال دادے چې دغه اثار کۀ د کفر نخښې وې نو محمود غزنوي ولې نۀ نړولې. اسلام خو د چا تاريخ او اثار نۀ ورکوي. کۀ يو اړخ ته مونږ د پاکستان واکمن پۀ دې څلوېښت کلن بربادۍ کښې ګرم بولو نو بلخوا د افغانستان هغه قام پرست او مترقي نهضتونه هم پۀ دې بربادو کښې مجرمان دي چې د افغانستان روايتي قبائلي ټولنه ئې پرته لۀ روزنې د انقلاب پۀ ګرمو شعارونو ماته کړه ځکه چې د افغانستان ټولنه د زمانو نه يوه قبائلي او روايتي ټولنه وه. غازي امان الله خان د دغه ټولنې د بدلون او پاڅون لپاره لوے کار وکړو خو د پېرنګېانو د دسيسو او د پښتنو د خپلو ناکړدو لۀ لاسه د وطن نه دلګير کډه پۀ سر شو. کله چې ثور انقلاب راغے نو ښاغلے افراسياب خټک پۀ دې اړه وائي چې ددغه وخت مشرانو د افغان ټولنې او د شوروي اتحاد د ټولنې تر مېنځ بدلونونه پۀ ښه شان پۀ پام کښې ونۀ نيول او دوي د افغانانو پۀ ټولنه هم داسې ګمان وکړو لکه چې دا هم لکه د شوروي اتحاد د ریاستونو پۀ شان يوه پرمخ تللې ټولنه وي خو حقيقت کښې د دغه دواړه ټولنو تر مېنځ ډېر غټ توپیرونه وو چې پۀ نتيجه کښې د نېک مرغۍ انقلاب پۀ ډېر بد ډول سره پۀ اوږد مهاله بربادۍ بدل شو. د ثور انقلاب نه پس چې تر ننه کومه وينه دپښتنو توې شوه نو پۀ دې ناراواؤ کښې د پښتنو د وطن هغه مذهب پال مشران هم پړۀ دي چې د امريکې او شوروي اتحاد د ساړۀ جنګ ډغرو لۀ ئې پاک مقدس نوم ورکړو. د عصر د غوښتنو نه ناجاڼه وو او تش پۀ جذباتي نعرو کښې لاهو شو، اوس خو ډېر اقرارونه کوي چې دا خو د دوه زورورو ډغره وه. خو دا سوچ او غږ يو مذهب پاله مشر پۀ هغه وخت کښې و نۀ کړو چې جهاد کله کول شي؟ نو د شريعت د نظره د هغې لپاره کوم اصول دي، ایا د جهاد لپاره يو امير جهاد نۀ وي؟ د جهاديانو دا يو درځن ټولے چا جوړ کړے ؤ؟ کۀ شوروي اتحاد کافر ؤ نو دا امريکا مو څۀ کېده چې خپل هر ډول وسائل ئې راليږل . پۀ سپينه ماڼۍ کښې دغه د کمانډرانو لښکر ته پۀ کومه خوشالۍ هر کلے وئيل شو؟ پۀ پاکستان او ايران کښې مېشتۀ افغانانو ته پۀ کومه خوشالۍ کښې هر ډول مرستې رالېږل شوې. دا غم يو مذهبي مشر ونۀ کړو چې شوروي اتحاد کله وځي نو بيا مجاهدين به کومه تګلاره اختياروي ځکه خوهغه وخت هم ولي خان وئيلي وو چې ګورې دې ازادو خلکو لۀ ټوپک پۀ لاس کښې مۀ ورکوئ، بېا به ئې ترې وانخلئ. تر ننه دا څرګنده نۀ شوه چې دغه جګړو د پښتنو وطن لۀ څۀ ګټه راوړه!. دغه جګړو کښې د پښتنو ژوند ژواک، کلتور، ننګ ناموس برباد کړے شو. څلوېښت لکه پښتانۀ ووژل شو،بې حسابه کونډې يتيمان! خو کوم خلک چې دې جګړو ته مقدس وائي نو هغوي دې اولس ته ددې ګټه هم لږه څرګنده کړي چې اولس ته کوم خېر پۀ لاس ورغلے. جهاد د اسلام يو سپېځلے حکم دے. يو حديث کښې جهاد ته د اسلام لوړه څوکه وئيل شوې خو بايد چې د جهاد پۀ تعريف مقصد او ثمراتو هم سړے ځان پوهه کړي. مفتي رشيد احمد وائي چې هغه ګوند، ډله او فکر چې د کومې د کامیابۍ هيله نۀ وي، کومه ګټه او فائده ئې نۀ وي، د هغې سره تلل د شريعت د نظره ناروا دي. د خداے پېغمبر (ص) چې کوم غزوات کړي نو زياتره دفاعي وې او ډېر کم جنګونه د اقدام پۀ توګه شوي. دغه شان جهاد یوازې د تورې نه بلکې د نور څو ډوله هم ياد کړے شوے چې د ظالم واکمن مخې ته غږ ته هم ستر جهاد وئيل شوے. پۀ قران کښې د تورې د جنګ لپاره د قتال ټکے کارول شوے چې خپل اصول او ضوابط لري؛ ماشوم، زنانه، مذهبي مشر به نۀ وژل شي. حضرت عمر فاروق د بېت المقدس پۀ دوره کښې د یهودو د مذهبي معابدو د ساتنې لوظ ورکړے ؤ. اوس دا کوم جهاد دے چې پۀ بازار، ښوونځي او لارې کښې چاودنه وکړه. دغه شان جهاد د حاکم وخت او خليفه شتون خامخا غواړي . د هر کس جګړې له د جهاد نامه نۀ شي ورکولې .

    د جهاد موخه د ظلم او ظالم مخ نيوے کول دي خو کۀ چرته د جهاد پۀ جامه کښې ظلم پېدا شي نو دا بيا جهاد نه بلکې فساد دے.

    د افغانستان پۀ څلوېښت کلنه جګړه کښې چې څومره هم د پښتنو وينه توې شوې دا خلک سپېځلي دي ځکه چې دوي د خپلو سياسي موخو خلکو ښکار کړي خو د قام مجرمان هغه خلک دي چې دې هرڅۀ ته ئې لار جوړه کړې او مخې ته شوي خو پۀ نړۍ او اخرت کښې هغه خلک به تل بربنډ وي چې چا دې اور ته لمن وهلې او نن هم نۀ قلارېږي. خپله به لوے قوماندان صېب د نوي کالو پۀ عمر کښې پۀ خپل کټ کښې مري خو څلوېښت لکه پښتانۀ ئې ددې پردي جنګ ښکار کړي. د پښتنو بدبختي داده چې دغه خلک اوس هم خلک اتلان بولي .

    پۀ اوس وخت کښې کۀ يو رياست هرڅومره هم زورور شي نو پۀ بل رياست يرغل نۀ شي کولے ځکه چې د هر رياست خپل نړيوال سرحدونه دي. کۀ افغانستان ته شوروي اتحاد راغلے ؤ نو هم د کابل حکومت سره د يو تړون لاندې، کۀ امريکا افغانستان ته راغله نو هم د بېن الملل د سوري لاندې. بايد چې زمونږ مفتيان او علماء د وخت د عصر پۀ رڼا کښې د جهاد لپاره اجتهاد وکړي چې پۀ نننۍ پرمخ تللې نړۍ کښې د جهاد اداب او تګلاره څۀ پکار ده؟ چې نور د انسانانو وينه تويولو ته بند جوړ کړے شي. پۀ افغانستان کښې چې کومه جګړه وه نو پۀ ظاهره خو دغه د امريکا او شوروي اتحاد جګړې له د جهاد مقدسه نوم ورکړے شو خو پۀ حقيقت کښې داد دوه ښکرورو جګړه وه . کوم خلک چې دغه جګړې لپاره وکارول شو او قومندانان ترې جوړ کړے شو نو هغوي د جهاد د هېڅ اصولو سره تړاؤ نۀ لرلو. څوک د امريکې سره پۀ صلاح وو او څوک د ايران او عربي هېوادونو سره. د شوروي اتحاد سره د افغانانو د جګړې پۀ مهال د پښتو پۀ خاوره دوه ډوله خلک وو، يو هغه تندروه مذهبي فکر والا چې دا جنګ ئې مقدس ګڼلو او هر ډول فتوې ئې ددې لپاره ورکولې چې شاته ډاډ ورته د پاکستان د استخباراتو او هغوي ته د امريکايانو ډاډ ؤ. بلخواد پښتنو پۀ خاوره هغه قام پال خلک چې هغوي ددې جنګ پۀ بنسټ د وخت نه اګاه وو او پۀ جار ئې ددې جګړې پۀ هغه وخت کښې هم مخالفت څرګند کړے ؤ او نن هم د امن غږ کوي . ددغه فکر ښکاره علامت ولي خان ؤ او دا ئې وئيلي وو چې ګورې دا د روس او امريکا جنګ دے او کۀ خلکو لۀ مو وسله ورکړه نو بيا به ئې ترې څنګه اخلئ؟ هم هغه شان وشوه او چې کله ډاکټر نجيب يو اړخ ته شو نو دغه قومندانانو چې پۀ ټول افغانستان کومه لوبه وکړه نو د چنګېز خان روح هم ورته ګوته پۀ خولۀ ؤ. امريکې، پاکستان او نورې نړۍ هم افغانستان هم داسې بې اسرې پرېښودو چې ډېر زر د افغانستان فساد د ټولې نړۍ پۀ فساد بدل شو او دغه اور تر پښتونخوا او بيا پۀ اباسین هم ورپورې وتو .

    آسيا یک پیکر آب و گل است

    ملت افغاں درآں پیکر دل است

    در کشاد او کشاد آسیا

    در فساد او فساد آسیا

    اوس د افغانستان او د سيمې وضعیت دادے چې پۀ قطر کښې د افغان طالبانو او امريکا تر مېنځ تړون وشو او افغان حکومت او طالبانو تر مېنځ د جرګې د لارې خبرې اترې روانې دي . څنګه چې دا حقيقت مخکښې هم سم جوت شوے ؤ او اوس هم چې د افغانستان لانجه دې افغانانو ته پرېښودل شي، هر بهرنے قوت دې د لاس وهنې نه لاس واخلي بلکې د افغانستان د پرمختګ او ابادېدو لپاره دې چمتو شي.

    پۀ تاريخي توګه کۀ مونږ وګورو نو د پښتنو پۀ خاوره پۀ هروخت کښې د هر يرغل ګر پۀ ضد قامي مبارزه پاتې شوې . کۀ هغه د سنګر پۀ ډګر کښې وسله واله مبارزه وه او کۀ د ننني پرمخ تللي سائنسي غوښتنو سره سمه د عدم تشدد پۀ وسله سمبال مبارزه وه نو دغه ټولې قامي مبارزې د پښتنې خاورې د خپل زور پۀ قامي مټ پېدا وې او هېڅ کوم بهرني قوتونه پسې شاته نۀ وو. خو بيا د بهر نه خلک او فکرونه راغلل او بربادۍ وشوې.

    څۀ ورځې مخکښې د ګلبدين حکمتيار پاکستان ته راتګ او د هغۀ ځينې څرګندونې، دغه رنګ د حقانيه د مدرسې د مولانا حامد الحق او مولوي يوسف شاه څرګندونې، بېا دغه خلکو ته د سردار حسېن بابک ځوابونو ته هم د دغه تاريخي شاليد پۀ اساس کتل پکار دي چې سردار بابک پکښې د تاريخ پۀ سم اړخ او نور خلک يو ځل بيا د بربادو پۀ لارو کښې د تاريخ پۀ کوږ اړخ کښې ولاړ دي.‏

    راځئ چې ټول پښتانۀ زهر وخورو

    راځئ چې دغه دنیا دوي ته پرېږدو

    کله ناکله د پښتنو پۀ سيمه د پېښ سیاسي چاپېریال پۀ رڼا کښې داسې ګرمه ګورمه جوړه شي چې پۀ نتيجه کښې دغه خبرې ډېر تاؤ تريخوالي ته لاړې شي . داسې ولې کېږي ؟ سبب ئې دا دے چې د پښتنو پۀ وطن د تېر څلوېښت کاله نه د اور لمبې بلېږي . پۀ تېر وخت کښې اور ته چا لمنې وهلي او چا پکښې ګټې کړي. کۀ وګورو دې څلوېښت کلن جګړې د هرچا حيا او ننګ اخستے او يو څيز هم بچ نۀ دے پاتې.

    يوه ورځ مې د سيمې يو مشر نه تپوس وکړو چې څو د مرګ بريدونه درباندې شوي، وئيل ئې دولس ! سوچ وکړئ د مرګ بريد څنګه وي . چې د چا پۀ سر راغلي،خپل د زړۀ غوښې ئې پکښې بائللې وي، د هغۀ نه د جنګ د خوند تپوس وکړه . پۀ عمر کښې به پرې د اګۍ ډز نۀ وي شوے او هغه به هم ځان ته د افغان امورو ماهر وائي.

    خو کوم خلک چې د امن خبره او د جنګ مخالفت کوي نو دا کومه نوې خبره نۀ ده ځکه چې دا خلک ځان د دې خاورې سوچه خېر خواه او مدعيان ګڼي.

    زما پۀ فکر پۀ دې وخت کښې يو داسې ذمه وار کس لۀ داسې څرګندونې کول چې د افغانانو پۀ مېنځ کښې د شل کلن جنګ نه پس د روغې جوړې جرګې روانې دي او دا خبره د يو ازاد رياست حکومت ته د بل ملک نه د پېغور پۀ توګه کول چې سرنډر وکړه، جنګ دې وبائيلو، د شر او فساد جوړولو غږ دے . دا خبرې پۀ سفارتي ادابو کښې د بل هېواد پۀ لړمون کښې چاړۀ ټومبل دي . کۀ پۀ افغانستان کښې طالبان دي او کۀ افغان حکومت نن دادے د يوبل سره پۀ جرګه ناست دي . نو بل لۀ ئې څۀ او بيا چې د خېر خبره د سړي پۀ خولۀ نۀ راځي نو هسې اکو بکو ته ضرورت څۀ دے ؟ او داهم ياد لرئ چې د پښتنو پۀ جرګه کښې دواړه ډلې مساوي حېثيت والا وي او هېچا ته څوک بائيللې، ګټلې نۀ شي وئيلې.

    د سردار بابک خبرې د يو دړدېدلي پښتون مشر خبرې دي چې يو نيم زر کارکنان، پنځوس شپېتۀ د سر سړي او پۀ زرګونو د قام وګړي ئې بائيللي او اوس هم د ګوند هر تن ته ګواښونه کېږي . مونږ د مولانا سميع الحق پۀ وژنه او پۀ زبېريه مدرسه پۀ شوي بريد هم خفه يو. مونږ هېڅوک هم پۀ دې خاوره کافر نۀ بولو خو چې څوک بل کافر ګڼي نو پۀ دې اور کښې به هغه پۀ خپله هم سوزي او ډېر پکښې سوي هم دي . دا خبرې بايد چې هېڅوک نورې ډېرې نۀ کړي او نۀ چا ته دړکې ورکړي او نۀ چاته غاښونه چينګ کړي ځکه چې نور پښتانۀ ددې جنګونو نه دوه سپېږمو لۀ راغلي . سردار بابک يو سړے نۀ دے، د هغۀ شاته پۀ لکهونو منظم د قام ټولے دے ،دا د جنګي کلتور پۀ ضد د خپلې خاورې د امن خبرې د يو کس نه د قام د زړۀ اواز دے . دا خبرې د يو تن څرګندونې نا بلکې ددې وخت د تاريخ پۀ سم اړخ کښې پۀ سم وخت کښې سم غږ دے.

    بس کړئ نور خداے ته وګورئ او د پښتنو د سر نه دا اور مړ کړئ ګينې پۀ تاريخ کښې به بيا ډېر خلک بربنډ ولاړ وي. پښتانۀ کۀ پۀ مرګونو ختمېدلے نو د سکندر نه تراوسه پرې هرچا خوا یخه کړې خو قام نۀ څوک وژلے شي نه ئې چپ کولے شي.

    بايد چې د قران دې ایت ته هم نور لږ خلک وګوري چې سوله کښې خېر دے او چا چې د يو انسان ژوند وژغورو نو دۀ ټول انسانيت بچ کړو.

    ستاسو خو پاټک پاټک مورچه مورچه کورونه

    تاسو دروازې د څۀ د پاره بندولې ؟

    مونږه خو د جنګ جامې اغوستې وې ولاړ وو

    مونږ خو بلاګانې له دې ښاره بندولې

    اقبال مومند

     

  • خبردار؛ دا مۀ لولئ! – پښتون

    خبردار؛ دا مۀ لولئ! – پښتون

    د علم نفسيات يوه اصطلاح ده چې “نرګسيت” ورته وئيلے شي. څوک هم چې پۀ دې “بيمارۍ” کښې ښکېل شي نو هغه بيا پۀ ځان کښې داسې ورک شي چې بل څوک ورته لۀ سره پۀ نظر هم نۀ راځي. داسې سړي ته نرګسي وئيلے شي او داسې سړے بيا نۀ صرف د خود پرستۍ ښکار شي بلکې پۀ ځان داسې مئين شي چې ځان ورته د هر چا نه زيات ښکلے ښکاري. هم دغه شان “خبط عظمت” يو بل داسې کېفيت دے چې سړے پکښې د برترۍ د احساس ښکار شي او ورسره د لوي والي پۀ لېونتوب کښې داسې ښکېل شي چې بيا صرف او صرف پۀ خپل زور او طاقت نازېږي.

    د نرګسيت او خبط عظمت ښکار کسان کۀ ځانته محدود وي نو بيا هم څۀ خبره نۀ ده ځکه چې بس د ځان سره ئې کار وي او د هر چا خپله خوښه ده کۀ څوک ځانته دړۍ وائي او کۀ من. لکه داسې به ډېر خلک وي چې ځان به د سقراط او بقراط نه هم زيات هوښيار ګڼي. اوس کۀ داسې خلک پۀ خپلو کورونو کښې ناست وي او داسې خيالات لري نو هېڅ خبره نۀ ده ځکه چې بس دا د دوي خيال دے او د چا پۀ خيال کښې د چا څۀ کار. خو کۀ داسې خلک بهر راوځي، وېنا کوي او پۀ جار دا خبرې کوي نو بيا به خامخا خلک تپوس کوي چې ښه ټيک ده خو ستاسو د دعوې پۀ شا حقائق څۀ دي، ستاسو مطالعه څۀ ده او دا دعوې تاسو پۀ کوم دليل کوئ. يعنې بيا به ترې خامخا څۀ نا څۀ قيصه جوړېږي. خو بيا کۀ د نرګسيت او خبط عظمت ښکار يو سړے د سياست مېدان ته راشي، د حکومت واګي واخلي او د نظام بدلولو دعوېدار شي، نو داسې حالاتو کښې خبره ډېره سينګينه شي، ځکه چې داسې خلک خو پۀ ځان مئين وي، د برترۍ د احساس ښکار وي، صرف خپل ځان مني او نور ورته د پښو خاورې هم نۀ ښکاري. بلخوا سياست خو د فهم، فراست، حکمت او پۀ ګډه د کار کولو لار ده، سياست خو د څۀ وئيلو او څۀ اورېدو لار ده ، سياست خو د زغم او برداشت لار ده او سياست خو د مساوات او ورورولۍ لار ده. ځکه نو بيا خبره ورانېږي، حالات خرابېږي او تاو ترېخوالے رامنځ ته کېږي.

    لۀ بده مرغه نن سبا پۀ پاکستان کښې د داسې يو تن حکومت دے څوک چې پوره پۀ پوره د نرګسيت پۀ رنګونو کښې رنګ دے، او کۀ صرف نرګسي ؤ نو بيا به هم ښۀ وه خو د پاڅه پرې د خبط عظمت پېرے هم سور دے. کۀ دے يواځې ؤ نو بيا به هم څۀ خبره نۀ وه خو ورسره وزيران مشيران هم ټول پۀ دغه مرضونو اخته دي. هر سړے ځانته بېله بېله صوبه ده. پۀ ځان دومره مئين، د خودپرستې دومره ښکار او د برترۍ پۀ جنون کښې داسې ښکېل دي چې د حکومت نه مخکښې ئي چې څۀ وئيلي وو، کومې دعوې ئې کړې وې، هغه ترې داسې هېرې دي لکه د چا نه چې د چا قرض پېسې هېرې وي. لکه د عمران خان لۀ خوا لګېدلي نوي پي ټي وي چئيرمېن نعيم بخاري دا خبره چې پۀ پي ټي وي به اپوزيشن ته وخت بالکل نۀ ورکولے کېږي ځکه چې دا د رياست اداره ده او صرف د حکومت حق پرې دے. دا خبره د نعيم بخاري نا بلکې د وزيراعظم ده ځکه چې کۀ د هغۀ پۀ نزد غلطه وه نو چئيرمين صېب به ئې پۀ غوږ وهلے ؤ چې ګوذاره کوه! مونږ دا خبره ځکه کوو چې د کال دوه زره څوارلس د پرلت دوران به عمران خان وئيل چې پي ټي وي د عوام اداره ده، د عوام پۀ پېسو چلېږي، لس اربه روپۍ د کال د خلکو نه اخلي، نو ځکه دې پرې هر چا ته وخت ورکړے شي، خو اوس ترې ښکاري دا خبره هېره ده. دغه شان د حکومت نه مخکښې او وروستو بيانونو کښې د تضاد بلها مثالونه دي پۀ کوم چې ځانله کتابونه ليکلے کېدے شي. خو هغه د چا خبره چې چا ته ئې وائې! دلته خو پۀ حکومت کښې ناستو خلکو دا نيت کړے چې کۀ يو خو مونږ يو، کۀ نېکان يو نو بس مونږ يو. دې نرګسيت او خبط عظمت داسې ړاندۀ کاڼۀ کړي دي چې اوس ورته خپلې خبرې هم نۀ دي يادې. کۀ دا هر څۀ د دوي د ذات پورې محدود وو نو څۀ خبره به نۀ وه، خو لۀ بده مرغه پۀ عناد، دښمنۍ، نفرت او د اپوزيشن نه پۀ کرکه کښې دومره مخکښې تلي دي چې اوس ترې ملک او قوم هم هېر دے. بس دوي دي، د دوي خپل ځان دے او د دوي د برترۍ احساس دے.