ليک: عنايت الله حکيم
ژباړه: سعيد شاهي
پۀ خدائي خدمتګار تحريک او پۀ دې کښې شامل خدائي خدمتګارانو باندې ډېر ليکل شوي دي او ډېر څۀ ليکل پرې روان دي خو بيا هم ډېر خدائي خدمتګار داسې دي چې هغوي باندې څۀ ليکل نۀ دي شوي يا ډېر کم ليکل پرې شوي دي. او د دې تحريک ډېر اړخونه او خبرې داسې دي چې نړۍ ته لا ښکاره شوي نۀ دي او پۀ هغې باندې د کار کولو ضرورت دے. بايد چې کار پرې وشي. زما ذاتي طور باندې دا کوشش دے چې کم ازکم د چارسدې او هشنغر پۀ هغه خدائي خدمتګارانو باندې کار وکړم کومو باندې چې تراوسه کار نۀ دے شوے يا ډېر کم کوز پرې زما پۀ نظر کښې شوے دے. پۀ دې سلسله کښې د خدائي خدمتګار سالار انځر ګل بابا نوم هم شامل دے.
سالارانځر ګل بابا پۀ کال 1880ز کښې صوابۍ سره نزدې پۀ بټ سپرۍ کلي کښې د مرزا بېګ بابا پۀ کور کښې زېږيدلے ؤ. دے د نواب هاشم علي نمسے ؤ. نواب هاشم علي خان د سپرۍ نواب ؤ او د مرزا بېګ نه علاوه د هغۀ څلور يا پينځۀ زامن نور هم وو. د دوي د جائيداد پۀ شخړه باندې خپلو خپلوانو سره څۀ دښمني جوړه شوې وه د هغې پۀ وجه هغوي خپل کلے پرېښودو او صوابۍ ته ئې هجرت وکړو او چې کله ئې بچي زلمي شول نو هلته ئې رشتې وکړې.
سالار انځر ګل بابا څۀ موده پس د صوابۍ نه هم هجرت وکړو او د چارسدې سيمې ته راغلو. دلته کښې ئې د درانيانو پۀ کورنۍ کښې وادۀ وکړو او دلته کښې ئې د ګاډو روزګار شروع کړو. د دې نه علاوه هغوي د کبابو دوکان هم د چارسدې غازي ګل بابا جومات سره نزدې شروع کړو. او پۀ ډېر لږ وخت کښې د دوي دې کاروبار ډېره وده وکړه. او تر ډېر لرې لرې پورې د دوي د کبابو د خوند خبرې مشهورې شوې. چونکې د دوي دوکان سره نزدې د ګوړې منډۍ وه او د چارسدې د لرو لرو کلو نه به خلق دلته د ګوړې د خرڅولو يا اخستو د پاره تلل راتلل. د چارسدې نه علاوه د پښتونخوا لرو سيمو لکه دير، سوات، شانګله، مانسهره، ايبټ اباد، بنو، کوهاټ، ټل، پاړه چنار، مومند، باجوړ، وزيرستان، کابل، جلال اباد غرض د پښتنو د ټولو ځايونو نه به خلق راتلل. او کله چې به خلق د ګوړې خرڅول او اخستلو نه فارغ شول نو د ډوډۍ د پاره به د سالارانځر ګل بابا دوکان ته راتلل. د خوراک نه علاوه به هغوي کباب خپلو کورونو او دوستانو ته هم وړل. نو د دې وجې د سالار صاحب کاروبار ډېر مشهور شولو او پۀ ډېره لږه موده کښې ډېره وده وکړه.
چونکې پۀ هغه موده کښې د پېرنګيانو خلاف د ټول هندوستان خلق منظم شوي وو او پۀ دې خبره باندې ډېر ښۀ پوهه شوي وو چې پېرنګيان د شپږ زره ميله لري وطن نه راغلي دي او دلته ئې پۀ مونږ باندې د ظلم او جبر مېدان ګرم کړے دے او پۀ ناجائزه طريقه پۀ مونږ باندې حکمراني کوي. د دې پۀ نتيجه کښې ټول اولس او پۀ خصوصي توګه غريبانانو ته ډېر تکليف ورسېدو. نو د هندوستان ټول اولس د کانګرس د جنډې لاندې يوځاے شول او د پېرنګيانو خلاف ئې خپل جدوجهد شروع کړو. د هندوستان اولس پۀ شان پۀ پښتنو هم ډېر ظلم او زياتے روان ؤ . چونکې هغه وخت د روس خلاف پېرنګي ډېره وېره کوله نو هغوي د پښتنو ټوله سيمه د روس خلاف د سنګر پۀ طور استعمالوله. هم د دغې وجې د دې ځاے اولس ته هم ډېر زور ورسېدو. ظلم او جبر پرې کېدو. د دې ظلم خلاف عملي کار ته ضرورت ؤ نو الله مهرباني وکړه او د هشنغر پۀ سيمه کښې خان عبدالغفار خان وزېږېدلو. عبدالغفار خان چې پۀ باچاخان باندې مشهور ؤ چې کله د خپل قام حالت ته وکتل چې دوي خو د جهالت پۀ تيارو کښې پراتۀ دي او فضول رسم رواجونو کښې بوخت دي. پۀ وړه وړه خبره يوبل سره دښمنۍ او تربګنۍ پالي نو د نړۍ نور قامونه د ترقۍ او څوکالۍ پۀ لور روان دي او خپل چاپېرچل ئې بدل کړے دے. د هغۀ پۀ زړۀ کښې دا خواهش پېدا شو چې خپل پښتون قام دې هم د دې نورو قامونو پۀ شان ترقي وکړي او د جهالت د تيارو نه رابهر شي. د هغې د پاره د ديني تعليم سره سره دنياوي تعليم هم ضروري ؤ. باچاخان د اسلاميه پۀ نوم مدرسه جوړه کړه او يو تنظيم چې نوم ئې “انجمن اصلاح الافاغنه” ؤ. دا يو سماجي تنظيم ؤ. دې تنظيم د پښتنو پۀ سيمه کښې ځاے پۀ ځاے اسلاميه مدرسې جوړې کړې او ډېر پۀ کاميابۍ سره ئې وچلولې. پۀ ډېره لږه موده کښې د دې مدرسو دومره اثر پرېوتو چې د (Literacy Rate) ډېر سېوا شو.
د انجمن اصلاح الافاغنه د کاميابۍ نه پس باچاخان خدائي خدمتګار تحريک هم جوړ کړو کوم چې به پۀ ساسي توګه د پښتون قام د حقونو د پاره هلې ځلې کوي. او دغه شان دا سياسي تحريک شروع شو. د دې نه علاوه باچاخان يوه مجله د “پښتون”پۀ نامه شروع کړه. ولې پۀ قام کښې هغه سياسي شعور او پوهه نۀ وه د کومې ضرورت چې يو سياسي تحريک د پاره پکار وي. نو پۀ دغه سلسله کښې پۀ سردرياب کښې د مرکز جوړولو کوشش شروع کړے شو د کومې د پاره چې پۀ دې تحريک مئينو مشرانو زمکه ورکړه. او مرکز جوړولو باندې کار شروع شو. د سردرياب مرکزعاليه کښې باچاخان خدائي خدمتګار کښې د شامل شوو تربيت پۀ عملي توګه کولو. د دې مرکز ناظم اعلٰي سرفراز خان ټاکلے شوے ؤ او پۀ وړومبۍ ډله کښې اويا کسانو باچاخان سره د مرستې او پۀ تحريک کښې څنګ پۀ څنګ د چلېدو لوظ کړے ؤ. پۀ دې اويا کسانو کښې ناظم سرفراز خان، اسرارخان، احمد کاکا، فصيح باچا، سالار انځرګل بابا او نور ګڼ شمېر خدائي خدمتګاران شامل وو.
پۀ دې 70 کسانو کښې ډېر خانان، سيدان، غريبانان او صاحب حېثيت خلق هم وو. باچاخان د دوي عملي تربيت پۀ داسې طريقه وکړو چې د دوي نه ئې پۀ دولت او حېثيت باندې ناز کول وغېره ختم کړل. او پۀ دوي کښې ئې د ورورولۍ او د يو بل سره د قام د خدمت جذبه رابرڅېره کړه کومې چې د تحريک پۀ کاميابۍ کښې ډېر لوے کردار ادا کړو. او دغه خدائي خدمتګار چې کله بيا د مرکز نه بهر شو او معاشرې ته راغلل نو د قام ځوانانو له ئې دا پېغام ورکړو چې د قام خدمت د عدم تشدد پۀ لاره مونږ خپل مرام او مقصد ته رسېدلے شو. بې شکه چې پۀ دې لاره کښې ډېرې ستونزې دي. باچاخان د خپلو ملګرو خدائي خدمتګارو نه دغه غرور او تکبر وويستلو او دوي ئې د يو بل وروڼه او خدمتګاران جوړ کړل.
څنګه چې مخکښې ذکر وشو پۀ دغه کسانو کښې سالار انځرر ګل بابا هم شامل ؤ. دوي چې کله د مرکز عاليه سردرياب د سانچې نه را بهر شو نو دوي دومره کره شوي وو چې د خپل خپلوانو نه علاوه ئې پۀ دغه پېغام چاپېرچل هم خبر کړو. او هغوي ئې هم پۀ دې کاروان کښې د ځان سره څنګ پۀ څنګ را روان کړل او د خپل مرام او مقصد نه ئې خبر کړل.
سالاربابا بيا چې کوم ځاے کښې هم د کاروان غونډه شوې ده نو ځان ئې ورته حاضر کړے دے او پۀ دغه غونډه کښې چې څۀ فېصله هم شوې ده نو پوره پوره عمل ئې پرې کړے دے. هغوي د خپل کاروبار او ګټې پۀ باره کښې اعلان کړے ؤ چې نيمه نفع زما او نيمه نفع زمونږ د تحريک ده. او تر مرګه پورې پۀ دې خپل لوظ باندې کلک ولاړ ؤ . يوه واقعه ذکر کوم. وائي چې پۀ يوه غونډه کښې د باچاخان نه چا تپوس وکړو چې کۀ چرې تاسو پېرنګے وشړلو نو بيا به د دې قام مشري چا ته حواله کوئ . بابا ځواب ورکړو چې زما او زما د قام مشري به سالار انځرګل کوي.
پۀ 1948ز کښې چې کله د دې صوبې د اولس منتخب شوے حکومت پۀ ناجائزه طريقه د جناح صېب پۀ صلاح او قيوم پۀ مشوره ختم کړے شو نو پۀ خدائي خدمتګارانو د ظلمونو انتها وشوه او د تحريک مشران پۀ جېلونو کښې بنديوان کړے شو او مختلف الزامات پرې ولګېدل. نو سالار انځر ګل بابا هم ګرفتار شو او پۀ زندان کښې قېد کړے شو، د دوي کور تالا کړے شو او کارو بار ئې ورله بند کړو. چې د قيوم او د هغوي ملګرو تسلي ونۀ شوه نو پۀ 1949ز کښې ئې د سالاربابا کور نيلام کړو کوم چې وروستو د دوي يو خپل واخستو او سالار بابا ته ئې واپس ډالۍ کړو.
د دې نه پس چې کله سالار بابا واپس د زندان نه راغلو نو خپل دوکان ئې بيا شروع کړو او تحريک کښې ئې نور هم پۀ جوش او جذبې سره خپلې هلې ځلې شروع کړې. حالانکې پۀ زندان کښې پۀ دوي باندې ډېر ظلمونه شوي وو. او پۀ دوي دا زور هم شوے ؤ چې دوي دې د تحريک نه استعفٰي ورکړي او د باچاخان نه ځان يو طرف ته کړي او معافي دې وغواړي. خو سالار بابا ددې هر څۀ نه انکار وکړو او ورته ئې ووئيل چې زۀ مړ کېدے شم خو د تحريک نه استعفٰي نۀ ورکوم او نۀ معافي غواړم. ستاسو لاس دې خلاص وي چې څۀ راسره کولې شئ وکړئ.
دايوب خان پۀ وخت کښې چې کله فاطمه جناح سره پۀ صدارتي انتخاباتو کښې مقابله وه نو خدائي خدمتګارو او باچاخان د ايوب خان ډکټېټر خلاف د محترمه فاطمه جناح د مرستې اعلان کړے ؤ. سالار بابا هم د دغه الېکشن پۀ هلوځلو کښې ډېره پۀ جوش او جذبې سره برخه اخستې وه او خپل خپلوانو پسې کوڅه پۀ کوڅه ګرځېدلے ؤ او خلق ئې پۀ دې خبره د پوهولو کوشش کړے ؤ چې د ډکټېټر خلاف دې د محترمه فاطمه جناح مرسته وکړي.
کله چې بيا ون يونټ جوړ شو او باچاخان د ون يونټ خلاف جدوجهد اعلان وکړو نو پۀ دغه وخت سالاربابا هم ورسره اوږه پۀ اوږه او کوڅه پۀ کوڅه ګرځېدلے ؤ. ګرفتاري ئې هم شوې وه او باچاخان سره پۀ جېل کښې يو ځاے بنديوان کړے شوے ؤ.
سالار انځرګل بابا د نورو خدائي خدمتګارانو پۀ شان ډېرتکليفونه برداشت کړي وو او خپل مال، کاروبار، بچي، وخت، ځواني غرض هر څه ئې د خپلو بچو او قوم د روڼ سباؤن د پاره قرباني کړي وو. د خدائي خدمتګار تحريک ډېر نومونه داسې دي چې اوس هم د نړۍ د سترګو نه پناه دي. زۀ دا هيله لرم چې بايد پۀ دوي باندې دې پۀ باقاعده توګه کار وشي او زۀ دې خپلو طالب علمانو ته خواست کوم چې دوي دې پۀ دې څېړنه وکړي او د دې ټولو خدائي خدمتګارانو دا خدمات دې را برڅېره شي چې زمونږ دې نوي نسل ته دا پۀ ډاګه شي چې زمونږ مشرانو زمونږ د پاره څومره قربانۍ ورکړي دي.
سالار انځرګل بابا پۀ 1977کښې د دې فاني دنيا نه سترګې پټې کړې او د چارسدې هائي سکول سره نزدې د سړک پۀ غاړه خاوروته وسپارلے شو.
باچاخان بابا دا وصيت کړے ؤ چې د مرګ نه پس چې زۀ کوم ځاے خاورو ته وسپارلے شوم نو هلته کښې به سالار انځرګل بابا هم خاورو ته سپارئ خو سالاربابا د باچاخان نه مخکښې وفات شو او بيا هغه موقع چې دلته DPR نافذ ؤ او باچاخان پۀ جلال اباد کښې د جلاوطنۍ ژوند تېرولو. کله چې باچاخان پۀ 20 جنوري 1988ز کښې د دې دنيا نه سترګې پټې کړې نو د وصيت مطابق باچاخان پۀ شيشم باغ جلال اباد کښې خاوروته وسپارل شو. خو تر ډېره وخته پورې د حالاتو د وجې نه دا ممکن نۀ شول چې سالار بابا دې هم هلته يوړل شي او اخر خپلو وارثانو دے هم دلته پۀ چارسده کښې وسپارلو خو سالار بابا د خپل وصيت مطابق پۀ سور کفن کښې ضرور دفن کړے شوے ؤ.
د دوي پۀ پسماندګانو کښې درې زامن او يوه لور پاتې شول. د دوي دغه لور چې نوم ئې طاهره بي بي ؤ هم پۀ دې تحريک ډېره مئينه وه او ځاے پۀ ځاے چې به د تحريک غونډه کېدله نو دې به پکښې نظمونه اورول او د الېکشن پۀ موقع به ئې د خپل کلي پولنګ اېجنټي هم کوله. د هغې خدمات به چرته پۀ يو بل مضمون کښې پۀ تفصيل سره بيان کړو.
د دې نه علاوه د سالاربابا مشر زوے عزيز چې پۀ چيئرمېن عزيز باندې مشهور ؤ هغه د بلديه چارسدې 1979ز نه تر 1989 پورې چيئرمېن پاتې شوے ؤ. دوي هم د خپل پلار پۀ شان پۀ دې خدائي خدمتګار تحريک باندې ډېر مئين وو. او پۀ خپل وخت ئې د تحريک د پاره ډېرې هلې ځلې کړې وې. اوس وفات شوے دے پۀ دوي به هم ځان له يومضمون ليکلو کوشش کوم.
د سالار انځرګل بابا خاندان اوس هم د عوامي نېشنل پارټۍ سره کوم چې د خدائي خدمتګارتحريک تسلسل دے کلک پۀ خپل ځاے ولاړ دے او کله او څنګه چې د پارټۍ د پاره د دوي د قربانۍ ضرورت کېږي نو دوي لاس پۀ نامه ولاړ وي. د دوي وارثانو هغه قران مجيد کوم چې سالار بابا پياده د حج کولو پۀ موقع د ځان سره راوړے ؤ او دوي پۀ کښې پۀ خپله تلاوت کړے ؤ هغه د باچاخان مرکز ته ډالۍ کړے دے کوم چې پۀ مرکز کښې ډېر پۀ احترام سره محفوظ کړے شوے دے.