د ډونلډ ټرمپ د افغان پاليسۍ ممکنه اثرات
د افغان پالیسۍ پۀ تناظر کښې د جمي کارټر نه ډونلډ ټرمپ پورې پاکستان همېشه د امریکې نزدې همکار پاتې شوے دے. د پاکستان پۀ خارجه پالیسۍ کښې هم امریکائي فېکټر باندې همېشه تنقیدونه شوي دي او کله هم د پاکستان خارجه پالیسۍ ته معتدله یا ازاده خارجه پالیسۍ وئیلې شوې نۀ ده. د هم دې پالیسۍ پۀ وجه پاکستان خپل ګاونډ کښې د هندوستان، ایران او افغانستان سره د تعلقاتو سمون کښې څۀ ډول پېش قدمي نۀ ده کړې چې د پاکستان پۀ مجموعي سیاسي، امنیتي او اقتصادي صورتحال ئې بد اثرات لرلي دي.
د امریکائي صدر لۀ خوا د افغانستان او جنوبي اېشیاء متعلق پالیسیو کښې د پاکستان پۀ حواله د سنګین نوعیت الزامونه لګېدلي دي. پۀ دې الزامونو کښې دا تور هم لګولے شوے دے چې د ترهګرۍ پۀ ضدروان جنګ کښې د پاکستان کردار واضح نۀ دے. پاکستان کښې د داسې ترهګرو ډلو روزنه کېږي او هغوي ته ځاے ورکولے کېږي چې پۀ افغانستان کښې د امریکائي مفاداتو خلاف کاروایانو کښې ککړ دي. داسې الزامونه وخت پۀ وخت د امریکې د مختلفو سنېټرانو، حکومتي او ادارتي چارواکو لۀ خوا مخې ته راغلي دي، خو د نوې انتظامیې د یو باقاعده پالیسي بیان پۀ طور راتلو ئې سیمه کښې تشویش او ناقلاري پېدا کړې ده.
د ترهګرۍ پۀ ضد روان جنګ کښې قبائیلي سیمې نېغ پۀ نېغه د پوځي اپرېشنونو او ډرون حملو نخښه شوې دي. د فاټا پۀ لکهونو خلق د خپلو کورونو نه هم د ترهګرۍ پۀ ضد د روان دې جنګ پۀ وجه بې کوره شوي دي او نن هم د ژوند د بې شمېره کړاوونو سره مخ دي. د کډوالۍ پۀ مهال ئې د پنجاب او سندهـ د حکومتونو لۀ خوا دغه صوبو ته نۀ پرېښودلوو باندې ازمېښتونه او کړاوونه نور هم زیات شوي وو، ځکه چې د لکهونو خلقو پۀ یوه محدوده سیمه کښې ځایول او هغوي د پاره د ژوند اسباب پېدا کول ډېر ګران وو. د امریکې او ناټو سره د ترهګرۍ پۀ ضد جنګ کښې د پاکستان د همکارۍ پۀ وجه انتقاماً خېبر پښتونخوا ترهګرو پۀ نخښه کړې وه. د طالبانو پۀ نامه ترهګر عملیات کوونکو ډلو همېشه د خپلو کاروایو د پاره دا جواز وړاندې کړے دے چې پاکستان د یو غېر مسلم حمله اٰور قوت تر څنګ ولاړ دے او ځکه دا حملې کول روا دي. د فاټا او خېبر پښتونخوا نه پس د پاکستان نورې سیمې هم وخت پۀ وخت د ترهګرۍ پۀ ضد جنګ کښې انتقاماً ترهګرو پۀ نخښه کړې دي.
د ترهګرۍ پۀ ضد جنګ کښې د پاکستان د اولس او خصوصاً د فاټا او خېبر پښتونخوا د خلقو قربانیو باندې کله هم څوک سترګې پټولې نۀ شي. هم دغسې د پاکستان د امنیتي ادارو لۀ خوا کېدونکي عملیات او پۀ دې عملیاتو کښې امنیتي ادارو ته پېښ شوي مرګونه او ژوبلې هم د ترهګرۍ پۀ ضد د پاکستان د سنجیده کاروایۍ ثبوتونه دي.
بیا هم، دا چې د ترهګرۍ پۀ ضد دا جنګ د دوېم نړیوال جنګ نه هم اوږدې مودې پورې وغزېدو، دې سره د نړیوالې ورورولۍ تشویش او تحفظات مخې ته راتلل یوه فطري خبره ده. کۀ مونږ وګورو نو پۀ اٰرمي پبلک سکول د شوې وحشیانه حملې نه پس چې کله ټولو سیاسي ګوندونو او د امنیتي ادارو چارواکو د ترهګرۍ پۀ ضد یوه متفقه لائحه د ‘نېشنل اېکشن پلان’ پۀ صورت منظوره کړه، نو دا یوه ډېره ښه موقع وه چې د ترهګرۍ مونډ ویستے شوے ؤ. د بدقسمتۍ نه پۀ نېشنل اېکشن پلان من و عن عمل ونۀ کړے شو او د طالبانو پهــ منځ کښې د good او bad بیانیه پهــ ځاے وساتلې شوه. حال دا دے چې پهــ مختلفو سیمو کښې وخت پۀ وخت پۀ مختلفو نومونو اپرېشنونه کېږي خو د ترهګرۍ نوغے نۀ ختمېږي. د امنیتي ځواکونو د عملیاتو سره سره پۀ ټولنه کښې د ترهګرۍ پۀ ضد مستقل موبلائزېشن او نصاب کښې د موادو شاملولو فریضه هم ترسره نۀ کړې شوه. پۀ کومو تنظیمونو چې د نړیوالې ورورولۍ تحفظات دي، هغوي ته د جلسو جلوسونو ورکولو اجازت هم د دغه تحفظاتو پېدا کېدلو سبب دے.
اوس هم وخت دے چې پۀ خارجه پالیسۍ غور وکړے شي، ګاونډو هېوادونو سره تعلقات معمول ته راوستلو د پاره خصوصي ګامونه پورته کړے شي او پۀ نېشنل اېکشن پلان بې د څۀ تفریق عمل درامد وکړے شي.
د افغانستان او جنوبي اېشياء د پاره د امریکې د صدر حالیه پالیسي بیان د سیمې پۀ کچ د نوو صف بندیانو او دلته د روان جنګ د صورتحال پۀ حقله هم د نوو حالاتو پېدا کولو باعث ګرځېدے شي. د دې سیمې پۀ ملکونو او خصوصاً د افغان پالیسۍ پۀ حواله پۀ پاکستان ډېرې ذمه وارۍ راځي او حالات د دانشمندانه او غېر معمولي اقداماتو او فېصلو متقاضي دي. د داعش لهــ خوا د ترهګرۍ د پېښو ذمه واري اخستلو کښې راغلے تسلسل ښائي چې د دې سیمې ټول ملکونه د یو نوي جنګ سره مخ کېدونکي دي او کهــ پهــ وخت د دې تدارک او بېخ کني ونهــ شي نو دا سلسله به د سیمې نورو ملکونو ته خورېدلو نه څوک هم منع نهــ کړې شي. د ډونلډ ټرمپ د بیان شوې پالیسۍ نه قطع نظر، افغانستان او پاکستان باید دې جنګ ختمولو د پاره خپلو کښې سره د اعتماد د بحالۍ او د یوې مشترکې او مربوطې ستراتیژۍ وضع کولو د پاره همکاري وکړي.
د ANP ټول ګونديز کانفرانس: فاټا اصلاحات
د پښتنو جغرافیائي وحدت د عوامي نېشنل پارټۍ د سیاسي عقیدې یوه ډېره مهمه برخه ده. قامي حکومت خپل پینځۀ کلن دور کښې د ترهګرۍ او د ترهګرۍ پۀ شا د ولاړو قوتونو هغه ټګیژن مخونه قام ته ښکاره کړل چې د مذهب پۀ نوم به ئې د اولس همدردۍ، چندې او د قربانۍ څرمنې راټولولې. دغه رنګ د اتلسم ائیني ترمیم لاس ته راوړل هم د تېر قامي حکومت لوے بریالیتوب دے ـــــ د فاټا پۀ حواله د عوامي نېشنل پارټۍ اصولي موقف دا دے چې بې د څۀ ځنډ او خنډه دې فاټا خېبر پښتونخوا سره شامله کړې شي. د فاټا اولس هم د انګرېز د تور قانون FCR لاندې ژوند کوي او هغوي د خپلو بنیادي انساني حقونو نه هم محرومه دي.
پۀ دې لړ کښې ANP د هر سیاسي ګوند درشل له تلے دے او د قبائیلي سیمې د خلقو سره ئې هم خپلې اړیکې پراخه کړې او ټینګې کړې دي. د ستمبر د میاشتې پۀ څوارلسمه نېټه هم دې لړ کښې پۀ اسلام اباد کښې د ملي مشر اسفندیار ولي خان پۀ وېنا یو ټول ګوندیز کانفرنس رابللے شوے دے چې د فاټا د اصلاحاتو پۀ حواله به د نورو ګوندونو سره د صورتحال جائزه اخلي او د مرجر عمل یقیني کولو او تېزولو باندې به خبرې اترې کېږي. د فاټا جرګې مشران به هم دې کانفرنس کښې ګډون کوي.
دا د وخت غوښتنه ده چې د فاټا اولس دا هدف لاس ته راوړلو د پاره د سیاسي عمل برخه شي.
د وګړشمېرنې (Census 2017) نتيجې
د پاکستان د شماریاتو د دولتي ادارې لۀ خوا د وګړشمېرنې کال دوه زره اوولس عبوري نتیجې اعلان کړې شوې. د دې تر مخه د پاکستان ټوله ابادي شل کروړه او اووۀ اویا لکهه ښودلې شوې ده. د وګړشمېرنې د دغه رپورټ تر مخه د پنجاب ابادي یوولس کروړه، د سندهـ څلور کروړه اتۀ اویا لکهه، د خېبر پښتونخوا درې کروړه پینځۀ لکهه، د بلوچستان یو کروړ دیریشت لکهه، د اسلام اباد د ښار شل لکهه او د فاټا د ټولو اووۀ ایجنسیو باجوړ، مومندو، خېبر، اورکزئ، کُرمې، شمالي وزیرستان او جنوبي وزیرستان پۀ شریکه ابادي صرف پنځوس لکهه وګړي ښودلې شوې ده. د وګړ شمېرنې دې اعداد و شمار نه څرګندېږي چې د مختلفو علاقو او خصوصاً د خېبر پښتونخوا، بلوچستان او فاټا پۀ لړ کښې دننه د وګړشمېرنې عمل کښې غفلت نه کار اخستے شوے دے. دا وګړشمېرنه صرف د اعداد و شمار یو کاغذ نۀ وي، د دې پۀ بنیاد د وسائلو د تقسیم عمل ترسره کېږي. سیاسي ګوندونه باید د شماریاتي ادارې لۀ خوا پۀ دې رپورټ خپل تحفظات پۀ جار څرګند کړي.