Author: pakhtoon

  • :COVID-19 کورونا ما بعد از کورونا – علي زر خان علي

    پۀ انسانانو د قدرتي افاتو او وباګانو تاريخ ډېر زوړ دے او وئيلے شي چې هر سل کاله پس د دنيا پۀ څۀ نه څۀ حصه کښې يوه وباء راځي. خوشحال بابا هم د يوې داسې وباء ذکر کړے چې د هغوي پۀ زمانه کښې راغلې او تباهي ئې کړې وه:

    د غواص د کال وباء
    خدايه مۀ راولې بيا
    اکوړخېل چې پۀ کښې مړۀ شو
    لوي واړۀ، مرد و نساء
    تر دکنه تر کابله
    دا خوره شوله بلا
    پۀ لکهونو خلک مړۀ شو
    ډېر ښارونه شو صحرا

    دغسې باچا خان هم پۀ خپل کتاب ‘زما ژوند او جدوجهد’ کښې د يوې وباء ذکر کړے دے چې ډېر خلک ئې وژلي وو. باچا خان وائي چې د سحر نه تر ماښامه به مونږ قبرونه کنستل خو بيا به هم کم شو. د باچا خان وړومبۍ ټبر هم پۀ دغه وباء کښې وفات شوې وه. غني خان هم پۀ دغه وباء کښې ناروغه شوے ؤ چې د څلور پينځو کالو ؤ.

    غالباً دا وباء 1919-20 کښې راغلې وه چې سل کاله ئې پوره شو او نن زمونږه ستاسو پۀ زمانه کښې 2020 کښې هم د کورونا وائرس وباء راغلې ده چې د چين نه ئې شروع کړې ده او پۀ ټوله نړۍ کښې خوره شوې ده او پۀ ميليونونو خلک ئې ناجوړه کړي دي چې تر اوسه پۀ کښې درې لکهه ته نزدې مړۀ شوي هم دي. چونکې د دې وائرس علاج لا تر اوسه پورې نۀ دے پېدا شوے، دې د پاره د نړۍ ټولو هېوادونو د ډاکټرانو پۀ مشوره د عوامو پۀ ګرځېدو او يو بل سره ملاوېدو بندېز (Lock Down) اعلان کړے دے.

    د ډاکټرانو وېنا ده چې دا وائرس ډېر پۀ تېزۍ سره خورېږي نو د دې د مخنيوي بې د دې بله لار نشته چې خلک پۀ خپلو کورونو کښې بند کړے شي او ناروغه مريضان د خلکو نه جدا کړے شي.

    موجوده دور کښې انسان د سائنس او ټېکنالوژۍ پۀ مدد سره پۀ سپوږمۍ هم قدم ايښے دے او هغه ايجادات ئې کړي دي چې د چا پۀ تصور کښې هم نۀ راتلل. خو د نن وخت د ترقۍ راز کورونا وائرس پۀ ډاګه کړو چې لا تر دې وخته يو ملک سره هم د يو وړوکي شان وائرس علاج نشته.

    د دې نه پته هم ولګېده چې سرمايه دار او واړۀ ملکونو پۀ بمونو او وسلو او د عېش عشرت پۀ سامانانو څومره بجټونه لګوي او د خپلو عوامو د صحت څومره خيال ساتي او د صحت پۀ شعبه څومره خرچ کوي!!! امريکه چې د دنيا واحد سوپر پاور دے، د هغوي ډاکټرانو سره فېس ماسک چې د کپړې يوه سپکه ټکړه وي، هم نۀ وه او نۀ د ډاکټرانو سره د خپل ځان بچ کولو د پاره حفاظتي کټس وو. او د دنيا ملکونو ماسک ونټيلېټرز چې د مريضانو د ساه اخستو د پاره استعمالولے شي، اوس پۀ جوړولو شروع کړې ده.

    کورونا وباء کۀ مصنوعي ده او کۀ قدرتي ده، خو ټوله دنيا ئې پۀ ځاے ودروله. سياست، تجارت، صنعت، بازارونه، تعليمي ادارې، ټرانسپورټ هر څۀ ئې پۀ ځاے ودرول او خلک ئې پۀ کورونو کښې بند کړل. پاکستان کښې هم تش پۀ نوم لاک ډاون وشو. کۀ چرته ښارونو کښې پرې عمل شوے وي نو وي به، خو کلو قصبو کښې خو هېڅ قسم بندېز پۀ نظر نۀ راتلو. خلک د مخکښې نه زيات پۀ لارو کوڅو کښې يو بل سره ډلې ډلې کېدل، پۀ جوماتو کښې هم د مخکښې نه رش سېوا ليدے شو، جنازې هم هغسې درنې درنې کېدې. د پښتنو پۀ حقله خو يو ځل بيا ثابته شوه چې د تېرو څلوېښتو کالو دهماکو، مرګونو، بې عزتو او کورونو وارنېدو نه دې قام هېڅ قسم سبق نۀ دے اخستے او اوس هم د خپل روايتي وروست سوچ او فکر نه بهر نۀ دي راوتي. کۀ پۀ ټوله دنيا کښې کورونا وباء تباهي راوسته خو پښتانۀ ئې اوس هم منلو ته تيار نۀ دي. پښتانۀ وائي دا ګپ دے، هېڅ هم نشته، چې څۀ پۀ قسمت کښې وي نو هم هغه کېږي او د مرګ نه به کوم پله تښتې!!! هم دا د جهالت نه ډک سوچ رياست د تعلیمي نصاب، ميډيا او مذهبي جذباتو پۀ ذريعه د خلکو ذهن کښې ټومبلے دے. هم داسې به دې خلکو فساد ته جهاد وئيلو او کورونه ئې وران شول خو عقل ئې سر له را نۀ غلو.

    چې يو شے څوک مني نۀ نو ځان به ترې ولې بچ کوي؟ د دې بې احتياطۍ د لاسه زيات مړي پۀ پښتنو کښې وشول او دا وخت د کورونا د مړو پۀ فهرست کښې پښتونخوا د پنجاب او سندهـ نه هم وړاندې ده.

    يو قام چې د زوال لاندې درجې ته ورسي نو دا خلک بيا پۀ عقل فکر مفلوج شي نو دوي نۀ خپله څۀ کولے شي او نۀ ځان د څۀ نه بچ کولے شي. نو بيا چې ورسره د خپلې نا پوهۍ او بې عملۍ پۀ وجه هر څۀ کېږي نو دوي ذمه واري پۀ بل چا اچوي او هره خبره کښې ورته ‘بېروني سازش’ ښکاري.

    د کورونا وباء پۀ حقله هم د اکثرو پښتنو چې پۀ کښې ښۀ لوستي او مذهبي پوهه خلک هم شامل دي، دا خيال دے چې دا ټول د کافرو سازش دے چې زمونږ جوماتونه شاړ کړي او تبليغ بند کړي! اوس دا رنځور قام به څوک څنګه پوهوي چې د اسلام مرکز سعودي عرب پۀ عمره، طواف، حج او پۀ جوماتونو کښې پۀ جمع پابندي لګولې ده. نورو هم اکثرو اسلامي ملکونو خلکو ته امر کړے دے چې نمونځ پۀ کور کښې کوي. نو دغه ملکونو کښې چا سازش وکړو؟ او بيا زمونږ د جوماتونو او تبليغ نه امريکې ته يا اسرائيل ته تکليف څۀ دے؟ مغربي ملکونو خو ترقي د مذهب پۀ زور نۀ ده کړې، هغوي ته د چا د مذهب نه هېڅ خطره نشته.

    کۀ چرې د دې وباء متعلق د پاکستان مسلمانانو يو انسان دوست پېغام دنيا ته ورکړے وے نو دا به د اسلام او پاکستان د پاره ډېره سودمنده خبره وه. اسلام خو يو داسې دين دے چې د هرې زمانې او هر قسم حالاتو د پاره پۀ کښې لچک شته. کۀ يو سړے پۀ سفر کښې دے نو د سفر د ذکر شوو شرطونو پوره کېدو نه پس پرې روژه نيول نشته، د نمونځ رکعتونه هم ورته کم شي، پۀ ناروغه روژه نشته، پۀ بې وسه حج، عمره او زکات نشته. کۀ ځول باران وي يا ورته څۀ خطر وي نو کور نمونځ کولے شي، کۀ اوبۀ نۀ وي د تېموم لار ئې ورکړې ده. مشهور حديث دے چې مسلمان هغه دے چې د لاسو پښو او ژبې نه ئې بل مسلمان محفوظ وي – نو کله چې پۀ ملک کښې يوه داسې وباء وي چې د يو نه بل ته لګي او د یو کس نه د بل ژوند ته خطره جوړېږي او مرګونو کښې اضافه کوي نو دا سړے الله رضا کوي او کۀ ناراضه کوي؟

    کورونا وائرس د ټولې دنیا پۀ انسانانو اغېز کړے دے. د لاک ډاون پۀ وجه د بې روزګارۍ او غربت کچه نوره ه سېوا شوې ده. دې وباء پۀ ټوله نړۍ کښې غريبې طبقې ته ډېر زيات مالي او جاني نقصان رسولے دے او دا خبره يو ځلې بيا واضحه شوه چې د انسانيت اصل دښمنان وبائي مرضونه ‘جهالت’ او ‘غريبي’ ده. کۀ چرې انسانان د يو بل د وژلو د پاره د وسلې پۀ ځاے بجټونه د قام اولس د بيماريو، لوږې او جهالت ختمولو د پاره استعمال کړي نو پۀ لږه موده کښې به د ټولې نړۍ انسانانو ته د خوشحالۍ ژوند نصيب شي او انسان به خپل ورک شوے جنت بيامومي.

    کۀ د نړۍ سرمايه دارو سُود خورو د جنګ نه لاس وا نۀ خستۀ او خپلې مسئلې ئې پۀ پُر امن طريقو حل نۀ کړې نو هېڅ څوک به هم پۀ سکون ژوند تېر نۀ کړي او د ټولې نړۍ انسانان به کله د وباګانو د لاسه او کله د جنګونو د لاسه دغسې پۀ خطر کښې پراتۀ وي.

    دې وخت کښې د ټولې دنيا اقتصاد، سياست، صنعت، تجارت او ټرانسپورټ، عرض د ژوند سره تړلې هره شعبه پۀ ځاے ولاړه ده. ځينې خلک کورونا وائرس قدرتي ګڼي، دې ته د فطرت ردعمل وائي او ځينې دا مصنوعي ګڼي او د بائيولوجيکل جنګ اقدام ئې بولي. کۀ دا وباء مصنوعي ده او کۀ قدرتي ده، خو ټوله دنيا ئې پۀ کورونو کښې بنده کړې ده. شايد چې داسې لاک ډاون مخکښې پۀ دنيا کښې نۀ وي شوے. دې کښې خو څۀ خبره نۀ ده پکار چې ګنې دې وباء کښې د انسان څۀ قصور نتشه – انسان چې لګيا دے د خپل غرض د پاره فضا ته او ماحول ته کوم زهرژن کيميکل، لوګي، دوړې، د بمونو او بارودو زهر ورکوي، ځنګلونه ختموي او د کنکريټو دېوالونه اوچتوي؛ نو قدرت به هم څۀ نه څۀ د دې ردعمل کوي. د دې وباء نه سبق اخستو د پاره پکار دي چې ترقي يافته او ترقي پذير ملکونه نور د هوش نه کار واخلي، خپل طاقت، دولت او سائنس او عقل فکر د انسان د تباهۍ پۀ ځاے د انسانيت او ماحول د ښېګړې د پاره پۀ کار راولي.

    د دې ملک خو دا حال دے چې وزير اعظم وائي کۀ پۀ لاک ډاون کښې سختي کوو نو خلک به راته د لوږې مړۀ شي – يعني زمونږ عوام پۀ کور يوه مياشت ډوډۍ نۀ شي خوړلې او مونږ د اسلام جنډه راخستې کله ئې پۀ هندوستان او کله ئې پۀ امريکه ودروو!!! د ناکام اقتصادي پروګرام او ګاڼه کړې خارجه او داخلې پاليسۍ دننه خو سټاک اېکسچېنج ترقي نۀ شي کولې! کوم ملک چې پردي جنګونه خپل انګڼ ته راوړي نو هلته د اولس هم دغه حال وي چې دوه وخته پۀ مړه ګېډه کوم خلک ډوډۍ نۀ شي خوړې نو هغوي به ځانونه يوه مياشت څۀ وساتي؟ البته دنیا لګيا ده خپل ترقياتي او فوجي اخراجات را کموي او پۀ غېر ترقياتي کارونو کښې ګېر شوي بجټونه داسې حالاتو کښې د اولس د پاره استعمالوي او د اولس مدد کوي خو پاکستان کښې د کورونا پۀ مد کښې راغلے امداد پته نشته کومې تورې کندې ته پرېوځي؟ د سپريم کورټ د نوټس نه پس حکومت وئيلي دي چې دا د کورونا پۀ مريضانو سړي سر پينځويشت لکهه (2,500,000) روپۍ لګوي!!! دا چرته لګي؟ څنګه لګي؟ څومره لګي؟

    د دې وباء نه پس واکدارانو له پۀ خپلو پاليسيو او طرزِ حکومت نظرثاني پکار ده. خپلې ذمه وارۍ پېژندل پکار دي. ټول عمر پۀ خېراتونو او دعاګانو ملک نۀ چلېږي. کاش کۀ دا وخت د ملک اختيار د ملک د منتخبو نمائندګانو پۀ لاس کښې ؤ نو پۀ هغوي به د اولسي مېنډېټ ذمه واري وه او داسې څۀ نه څۀ حرکت به ئې ضرور کړے ؤ لکه د سندهـ حکومت چې پۀ عالمي طور د کورونا خلاف خپله منصوبه بندۍ باندې نېکنامي ګټلې ده. د وفاق او نورو صوبو حکومتونه خو لاس پۀ نامه ولاړ دي.

    د پي ټي اٰئي حکومت د کورونا پۀ مسئله بېخي ګنګس دے. دا وائرس پۀ ګڼه ګوڼه کښې ډېر پۀ اسانۍ خورېږې، پۀ دې وجه د احتياطي تدابيرو نه سترګې پټول نۀ دي پکار. حکومت پۀ دې حالاتو کښې هم د سُود زيان خبرې کوي او تر اوسه ئې دا فېصله نۀ ده کړې چې څۀ اقدامات وکړي.

    پۀ ټوله دنيا کښې د لاک ډاون پۀ وجه د ډېر وخت د پاره فضا کښې الودګي هم کمه شوه چې اثر به ئې د خلکو پۀ صحت پرېوځي. کېدے شي چې اوسط عمر ورسره هم سېوا شي. د لاک ډاون پۀ وجه د بجلۍ، تېلو او ګېس بچت هم وشو چې نوره دنيا کښې ئې نرخونه هم ارزان شول. دا وخت پټرول پۀ ټوله دنيا کښې د تاريخ پۀ کم ترين نرخ دي. يوې مياشت پورې خلکو د هوټلونو پۀ ځاے د خپل کور صفا ستهرا خوراک وکړو چې اغېز به ئې خامخا پۀ صحت پرېوځي.

    کورونا د دنيا نقشه بدله کړه. کۀ يو خوا ئې مالي او ځاني نقصان ورکړو خو بل طرف ته ئې د ماحولياتو پۀ حواله مثبت اثرات هم پرېباسل. د انسان همت او د علمي تحقيق وړاندې به يوه ورځ کورونا هم شکست وخوري، خو مونږ بايد خپل رويې د خپل ماحول او چاپېرچل باره کښې بدلې کړو او دا دنيا زمونږ سره زمونږ د راتلونکو نسلونو امانت دے؛ بايد دا امانت پۀ ښکلي او صفا ماحول خپلو نسلونو ته وسپارو.

    ژوند بې مزې شو کورونا د لاسه
    ګلونه مړاوي بهار هم پرېوت
    وار پار خطا شو د قارون د بچو
    د سرو او سپینو خمار هم پرېوت
    زمونږ د سيوري نه به تلۀ پۀ ډډه
    لاړو د ښکلو بازار هم پرېوت

  • “پښتونستان” او روان سياسي حالات”:رېفرنډم (باچاخان او خدائي خدمتګاري) – خان عبدالولي خان

    د رېفرنډم د اعلان سره سم د صوبې د طرف نه د هغې مخالفت وشو. مونږ دا خبره کوله چې کۀ د استصواب نه غرض د اولس رايې معلومول وي نو هغه خو څرګنده ده؛ ولې چې کال مخکښې پۀ صوبائي انتخاباتو کښې خدائي خدمتګارو نۀ يواځې دا چې د صوبې د ټولو اوسېدونکو پۀ سطح بلکې د مسلمانانو ممبرانو پۀ شمېر کښې هم مسلم ليګ له شکست ورکړے دے – نو دا کال پس بيا د څۀ خبرې حال معلوموي چې د هغې د پاره د رېفرنډم اعلان وشو؟

    د صوبې د مرکزي جرګې د دې فېصلې پۀ رڼا کښې د کانګرس مرکزي مشرانو هم دا خبره ومنله چې هغوي به د رېفرنډم مخالفت کوي.

    دغو ورځو کښې ماونټ بېټن شملې ته لاړ او هلته ئې جواهر لال نهرو هم مېلمه ؤ. د هلته نه چې دوي واپس راتلل نو اعلان وشو چې پۀ صوبه سرحد کښې به رېفرنډم کېږي. جواهر لال ورسره دا خبره منلې وه. جواهر لال وې چې ما دا ټوله خبره د صوبې د وزيراعليٰ ډاکټر خان صاحب سره پۀ تفصيل کړې وه او هغۀ را سره منلې وه.

    د خدائي خدمتګارو پۀ رېفرنډم هم اولنے اعتراض دا ؤ چې کله کانګرس او مسلم ليګ دواړه پۀ تقسيم متفق شول او عن دا چې مرکزي ورکنګ کمېټۍ هم د دې تقسيم توثيق وکړلو او چې هر کله مونږ خدائي خدمتګارو ځانونه د کانګرس د فېصلې پابند ګڼو، ولې چې پۀ دغه ورکنګ کمېټۍ کښې زمونږه نمائندګي هم پۀ ځان باچا خان کوي او چې مونږ تقسيم منو او دا تسليموو چې صوبه سرحد دې د پاکستان حصه وي، نو د دې رېفرنډم بيا ضرورت څۀ پاتې شو، د څۀ د پاره ئې کوئ او چا سره ئې کوئ؟ نتيجه به ئې بله هېڅ نۀ وي ما سېوا د دې نه چې د محاذ ارايۍ يوه فضا پېدا کړې شي او هغه هم پۀ داسې وخت کښې چې حالات ډېر خطرناک او دهماکه خېز دي.

    ولې د پېرنګيانو او مسلم ليګ پۀ دې رېفرنډم کښې خپل غرضونه وو – د مسلم ليګ اول غرض خو دا ؤ چې مسلم ليګ دا تاثر ورکول غوښتل چې پاکستان صرف او صرف د هغوي پۀ غوښتنه او مطالبه ګټلے شوے دے او دا ئې د ثابتولو کوشش ؤ چې دا تاثر ورکړي چې خدائي خدمتګارو د يو اسلامي مملکت د جوړولو مخالفت کړے دے او ځکه خو نوبت استصواب ته ورسېدو. د دې غرض د پاره د صوبه سرحد سره جدا رويه اختيار کړې شوه. د ټول هندوستان د مسلمانانو پۀ اکثريتي صوبو کښې د صوبائي اسمبليو نه رايې واخستلې شوې، د بنګال او پنجاب اسمبليو د تقسيم منصوبه منظوره کړله چې صوبې دې تقسيم شي. د سندهـ اسمبلۍ نه هم د پاکستان پۀ حقله تپوس وشو نو د سرحد اسمبلۍ نه ولې نۀ کېدو؟ خبره خو بېخي څرګنده وه چې دلته د صوبې پۀ اسمبلۍ کښې د خدائي خدمتګارو اکثريت ؤ، نو چې دې اسمبلۍ پۀ پاکستان کښې د شموليت فېصله کړې وه نو دا فېصله به د خدائي خدمتګارو وه او دا پوزيشن نۀ مسلم ليګ قبلولو او نۀ پېرنګي دې ته غاړه ايښوده.

    دوېم غرض د مسلم ليګ دا ؤ چې دا خو ورته معلومه وه چې خدائي خدمتګار پۀ رېفرنډم کښې حصه نۀ اخلي، نو بيا به رېفرنډم ارومرو د پاکستان پۀ حق کښې فېصله کېږي. نو خو چې کله د رېفرنډم د نتيجې اعلان وشي نو مسلم ليګيان به دا چغې سورې شروع کړي چې مونږ نۀ وې چې قام پۀ خدائي خدمتګارو اعتماد نۀ لري؟ ولې چې اوس د صوبه سرحد سياست بالکل اړخ بدل کړے دے او پۀ دا شان به دا رېفرنډم پۀ صوبائي وزارت د عدم اعتماد طرف ته راکاږي او مطالبې به شروع شي چې اوس دې وزارت له پکار دي چې د قام فېصله ومني او استعفٰي ورکړي؛ او کۀ دا وزارت استعفٰي نۀ ورکوي نو بيا ګورنر جنرل له پکار دي چې دا وزارت بر طرف کړي او پۀ دا شان دا صوبه د خدائي خدمتګارو نه واخلي، مسلم ليګ ته ئې ډالۍ کړي.

    دلته چې کله خدائي خدمتګار دې نتيجې ته ورسېدل چې پېرنګے پۀ هر رنګه چې وي، دا رېفرنډم کوي، نو بيا هغوي دا فېصله وکړه چې کۀ رېفرنډم د پاکستان او هندوستان پۀ مسئله کېږي نو دا خبره خو فېصله شوې ده چې صوبه سرحد به د پاکستان حصه وي نو د رېفرنډم ضرورت قطعي نشته؛ ولې کۀ پېرنګے خامخا د رېفرنډم خپل شوق پوره کوي نو بيا پکار دي چې د حقيقي حق خود اراديت د اصولو د لاندې د دې صوبې خلکو له دا اختيار هم ورکړے شي چې کۀ هغوي هندوستان او پاکستان سره تلل نۀ غواړي نو چې هغوي ته دا اختيار وي چې دلته دې د پښتنو خپله يوه ازاده صوبه قائمه شي – يعني د هندوستان او پاکستان سره دې د “ازاد پښتونستان” دا نکته هم پۀ رېفرنډم کښې شامله شي.

    د دې درېم شق دا مطالبه ماونټ بېټن نا منظوره کړله نو د دې وجې نه خدائي خدمتګارو بيا اعلان وکړو چې چونکې پۀ دغو دوو مسئلو فېصله شوې ده نو پۀ هغې رېفرنډم بې مطلبه دے، نو د دې وجې نه خدائي خدمتګار به د دغه رېفرنډم بائيکاټ کوي.

    دلته يوې خبرې ته فکر پکار دے: د انګرېز دوه عملي او د پاکستان د مشرانو بې اصولي – دا خو څرګنده ده چې کله د تقسيم بنګال مسئله پېښه شوله او هلته نه د مسلم ليګ وزيراعليٰ حسېن شهيد سهروردي دا تجويز پېش کړو چې بنګال دې متحد پاتې شي او ازاد دې پاتې شي نو جناح صاحب خو پۀ دغه تجويز ډېر خوشحاله ؤ او سمدستي ئې منظورکړو، ولې دلته پۀ دې صوبه کښې هم هغه مطالبه چې خدائي خدمتګارو وکړله نو هغه د اسلام دښمنان او د پاکستان غداران شول او بيا دې ته هم لږ فکر پکار دے چې پۀ متحده بنګال کښې خو د مسلمانانو او غېر مسلمو د ابادۍ تناسب 54 او 46 ؤ، هلته خو مسلمانانو ته يوه خطره پېښېدلي شوله چې کۀ چرې غېر مسلم کوشش وکړي او يو څو مسلمانان ځان سره ملګري کړي نو د هغې صوبې وزارت به د مسلمان پۀ ځاے غېر مسلم هم خپلولے شي؛ ولې دلته پۀ صوبه سرحد کښې خو د دغې قسمه د هېڅ اړخه ګنجائش نۀ ؤ چې ګنې دې صوبه کښې به چرې هم د غېر مسلمو وزارت جوړ شي، ولې چې دلته د مسلمانانو تناسب 93 فيصده ؤ. بل د ازاد بنګال وزارت به ټول عمري غېر مسلمو ته محتاجه ؤ، دلته خو دا مجبوري هم نۀ وه. ولې هغه د پښتنو خبره ‘چې ځې ځې نو ابازو له به راځې’، د هر اړخ نه چې ورته سړے ګوري نو خبره هم پۀ هغه يو ځاے تمامېږي چې پېرنګي د اسلام يوه نظرياتي تېزندۍ د شوروي اتحاد د اشتراکي نظام پۀ غاړه کښې اچول غوښتل او خدائي خدمتګار خو څۀ کوې، پېرنګے د هېڅ قسمه خنډ پۀ دغه لاره کښې پرېښودوته تيار نۀ ؤ. د هغۀ دا فېصله وه چې تر څو زۀ قام پرسته او سامراج دښمنه قوتونه د مخې نه لرې نۀ کړم نو زما بېن المللي دغه منصوبه سر ته نۀ رسي.

    حقيقت دا دے چې پۀ دغه وخت کښې د خدائي خدمتګارو د مشرانو دا پوخ يقين ؤ چې د مسلم ليګ دې مشرانو چې پۀ ځان دا داسې د ناتاره پرغځ راوستے دے او تر مرګ ژوبلې پورې تلو باندې ايله نۀ کوي، نو دا صرف د پاکستان د جوړېدو پورې ده او چې دغه پاکستان جوړشي نو بيا به دا دومره لېونتوب او چټي پۀ چټي ور لاندې وتل نۀکوي. ګنې نو کۀ پۀ حقيقت کښې خدائي خدمتګارو پۀ دغه وخت کښې د مقابلې فېصله کړې وے نو د هغې د پاره لاره موجوده وه – بلکې ما پۀ خپله د دې لارې ښوونه کړې وه. خبره واضحه وه چې کۀ خدائي خدمتګار ازاد پښتونستان غواړي او د پېرنګي د اړخ نه پکښې دا حق د دې صوبې اوسېدونکو له نۀ دے ورکړے شوے نو د هغې نه د وتو لاره خو ډېره اسانه وه – دغه وخت خو د هندوستان پۀ ائين سازه اسمبلۍ باندې د کانګرس مکمله قبضه وه، نو کۀ خدائي خدمتګارو دغه د هندوستان پۀ اسمبلۍ دا تجويز پاس کړے وے چې کۀ پۀ راتلونکي رېفرنډم کښې د صوبه سرحد خلک هندوستان سره د شموليت اعلان وکړي نو هندوستان به دغه صوبې له مکمله ازادي ورکړي او د دغې ازادۍ د تحفظ ذمه واري به قبوله کړي او بيا د دې لوظ او ضمانت پۀ رڼا کښې به خبره رېفرنډم ته وځي او قام ته به ووائي چې کۀ ځان له ازاد پښتونستان غواړئ نو هندوستان سره د شموليت پۀ حق کښې ووټ ورکړئ او بس – ولې زما دا خيال ؤ چې د هغې وخت مشران د مسلم ليګ د مشرانو پۀ سړيتوب، انسانيت او اسلامي جذبه، مروت او ورورولۍ تېروتل.

    پۀ دغو ورځو کښې زما يو اشنا مسلم ليګي ما پسې راغے، وې منې کۀ نۀ بچو! څنګه مو وتړلئ؟ اوس تاسو دلته ګېر شوئ او هندوستان درنه هلته پاتې شو، پۀ منځ کښې مو پنجاب راننوت او د دې وجې نه اوس پۀ رېفرنډم کښې دا هم نۀ شئ وئيلے چې هندوستان سره يو ځاے کېږو!!! ما ورته وخاندل، ماوې مسلم ليګے يې کنه! دا ملکونه ټوټې ټوټې او حصې بخرې ستا او ستا د بادار پېرنګي کار دے، مونږ جوړول کوو ماتول نۀ، ګنې نو کۀ ستاسو هسې سياست مونږ هم کولو نو تا نه دا خبره ولې هېره ده چې ستا د مشرقي او مغربي پاکستان تر منځه څومره فاصله ده؟ تۀ خو د خپل سرحد نه يو نيم زر ميله لرې ملک پۀ شريکه جوړولے شې، نو ما ته خو صرف درې سوه ميله هم نۀ دي!!! بله دا چې ستاسو د مغربي او مشرقي پاکستان تر منځه خو ستا پۀ وېنا يوکافر او دښمن ملک دے، ما پورې پۀ ګاونډ کښې خو به مسلمان او ورور پنجابے وي.

    خو خېر، حکومت هند د رېفرنډم تيارۍ شروع کړلې. د صوبه سرحد ګورنر سر اولف کېرو ئې لرې کړو او د سر باب لاکهارټ (Sir Bob Lockhart) د سرپرستۍ لاندې ئې رېفرنډم وکړو. اګرچې خدائي خدمتګارو د بائيکاټ اعلان کړے ؤ او د رېفرنډم نتيجه څرګنده وه، مګر د دې باوجود هم مسلم ليګيانو د حده ورته زور لګولے ؤ. د کرکې، نفرت او اشتعال تقريرونو کولو له ئې د پښتنو نه علاوه د هندوستان د ګوټ ګوټ نه مشران راغلي وو. د دې نه علاوه د عليګړهـ پورې طالب علمان پۀ ټوله صوبه خوارۀ وو؛ ولې د ووټونو پۀ ورځ خو ئې دومره بې ايماني وکړه چې شايد د هغې مثال موجود نۀ وي. غلط او د دروغو ووټونه ئې پول کړل. زمونږ د مشرانو ووټونه پول شول.

    پۀ دې سلسله کښې دوه واقعي د يادولو دي. يو خو ما ته پۀ خپله سکندر مرزا قصه کوله چې هغۀ ته د هزارې د هغه وخت ډپټي کمشنر وې چې هغه پۀ دغه ورځ د مختلفو پولنګ سټېشنونو د کتو پۀ سلسله کښې د ګلياتو يو سټېشن ته لاړ. چې تپوس ئې د عملې نه وکړو نو هغوي ورته ډېر پۀ فخر ووې چې صاحب! پۀ دې سټېشن خو ټول ټال دوه سوه ووټونه دي ولې چې غرئيزه علاقه ده، خو اوسه پورې مونږ دوه سوه اوولس 217 ووټونه اچولي دي. وائي چې ډپټي کمشنر راته ووې چې ما شور جوړ کړو چې دا مو څۀ غضب کړے دے، کۀ دا چا اعتراض وکړو نو بيا به ورته څۀ پرتوګ جوړوو؟

    يوه بله واقعه د دې نه هم عجيبه ده. وروسته چې بيا کله پۀ 1970 کښې د انتخاباتو پۀ نتيجه کښې د نېشنل عوامي پارټۍ وزارت جوړ شو او کافي مسلم ليګيان مونږ سره شامل شول نو پۀ هغې کښې يوې زنانه مسلم ليګۍ ما ته ووې چې ما پۀ دغه رېفرنډم کښې پۀ خپل لاس يو پنځوس ووټونه اچولي وو. ما وې، بي بي! دا يو ووټ خو به دې خپل ؤ او د خپل خاوند پۀ نامه به دې اچولے وي، ولې د دې باقي پنځوسو ووټونو اچولو نه پس تا د نکاح د تازه کولو )تجديد نکاح( ضرورت محسوس نۀ کړو؟ ولې چې د خپلې خولې دې د پولنګ د عملې د موجودو افسرانو د وړاندې بيان کړے دے چې زۀ د فلاني ښځه يم؛ نو چې دا پنځوس مړونه تا ځان له کتل نو ستا د هغه خپل خاوند خوار هغه شرعي حېثيت لا هغه شان موجود ؤ؟ خو لا بله هم پکښې وه، کۀ چرې پۀ دغو پنځوسو کسانو کښې يو تن راغلے وے او ستاپۀ اوږه ئې لاس ايښے وے چې دا زما ښځه ده، پۀ خپلې خولې ګويانه ده، نو بيا څۀ وو؟

    خو خېر، د پېرنګي مسلم ليګ سرکاري افسرانو د کوشش او د جعلي ووټونو تېرولو نه پس هم نتيجه دا وه:

    د ووټونو ټول اعداد 572,799

    پول شوي ووټونه 292,118

    دپاکستان پۀ حق کښې ووټونه 289,244

    د هندوستان پۀ حق کښې ووټونه 2,874

    دغه د رېفرنډم اصلي حقيقت ؤ چې د دې ټولو ټګيو ټورو او جعلي ووټونو باوجود هم صرف (50.50%) خلکو ووټ پول کړے دے. دې سره دا خبره هم ياد ساتل پکار دي چې پۀ دغه وخت کښې ووټ عام نۀ ؤ بلکې مخصوص ووټ ؤ، ځکه خو د صوبه سرحد پۀ پېنځۀ دېرش لکهه (3,500,000) ابادۍ کښې څۀ کم شپږ لکهه (572,799) ووټران وو. بله دا چې دا رېفرنډم صرف د صوبه سرحد پۀ شپږو ضلعو کښې شوے ؤ، د صوبه سرحد سره ملحقې شپږ اېجنسۍ د دې نه بهر وې، قبائيلي علاقه پکښې نۀ وه شامله. نور خو څۀ کوې؛ سوات، دير، چترال او د امب رياستونه هم پکښې نۀ وو شامل.[1] نو چې د دغه پښتنو ابادي هم ورسره کړې نو بيا خو تقريباً اويا اتيا لکهو 8,000,000/ 7,000,000 خلکو کښې د درې لکهو نه کم خلکو ووټ ورکړے دے. هسې خو د بېن الاقوامي ادارو د طرف نه چې کله حق خود اراديت استعمالېږي نو هغې کښې د قطعي فېصلې تسليمولو د پاره ضروري وي چې 2/3 يا پۀ سلوکښې پينځۀ اويا (75%) ووټونه پۀ حق کښې واچولے شي. نو کۀ خدائي خدمتګارو پۀ دغه رېفرنډم اعتراض کول مناسب ګڼل نو قانوني او اخلاقي طور د هغوي اعتراض قوي ؤ. ولې چونکې خدائي خدمتګارو دغه رېفرنډم غېر ضروري وګڼلو نو د دې وجې ئې پۀ دې اړخ هډو خپل وخت ضائع نۀ کړو بلکې کوشش ئې دا ؤ چې د تېرو سياسي ترخو او اشتعال انګېزه لانجو نه ورو ورو ځان دې بلې خوا ته را واړوي او اوس چې پېرنګے پۀ کډه تړلو مجبور شو او د خدائي خدمتګارو عظيمو قربانيو او بې کچه ميړانې رنګ راوړو او د عمرونو ارمانونه ئې پوره شول، نو اوس پکار وه چې کوشش وشي چې د محاذ ارايۍ او نفاق فضا ختمه کړې شي. دښمن پېرنګے د منځه ووتو، اوس خو سره خپل پاتې شول. نو د ملک ابادۍ ته پۀ شريکه ورلاندې وتل پکار وو چې د پېرنګي د بچي نه پاتې همه د ژوند خوشحالۍ سوکالۍ د پښتون د دې وږي تږي او بربنډ بچي پۀ ښېګړه راوستې شي.

    لکه څنګه چې توقع کېدې شوه، د رېفرنډم د نتيجې اعلان سره سمدستي مسلم ليګيانو دا چغې سورې شروع کړلې چې قام خپله فېصله واوروله او د رېفرنډم پۀ ذريعه ئې پۀ موجوده حکومت د عدم اعتماد اظهار وکړو؛ نو اوس پکار دي چې د وزارت نه استعفٰي ورکړي. دا نۀ چې ګنې مسلم ليګيان پۀ دې پوهه نۀ وو چې د رېفرنډم د صوبائي وزارت سره څۀ تعلق دے، رېفرنډم خو د هندوستان او پاکستان پۀ نامه شوے دے او پکښې حکومتي ډلې حصه هم نۀ ده اخستې. د وزارت دا اعتماد او عدم اعتماد خو پۀ اسمبلۍ پورې تړلے دے!!!

    دا دومره زيات زور مسلم ليګيانو پۀ بله وجه هم لګولے ؤ. د موجوده ائين د لاندې خو ګورنر جنرل سره دا اختيار ؤ چې هغه يو صوبائي وزارت برطرف کړي، ولې د کوم ائين اعلان چې د ازادۍ پۀ سلسله کښې انګرېز کړے ؤ نو هغې کښې ئې اختيار صوبو له ورکړے ؤ او د ګورنر جنرل دا اختيار نۀ ؤ چې يو صوبائي وزارت دې برطرف کړي. نو د دې وجې نه د مسلم ليګ د مشرانو دا کوشش ؤ چې اول خو دې د وزارت نه پۀ خپله استعفٰي ورکړي او کۀ دوي استعفٰي نۀ ورکوي نو بيا ګورنر جنرل له پکار دي چې دا برطرفه کړي. چنانچې هم د دې قسمه خبره جناح صاحب د ماونټ بېټن سره پۀ خپله وکړه او د هغۀ نه ئې خواهش وکړو چې د صوبه سرحد وزارت برطرف کړي. ماونټ بېټن ورته هم دغه ووې چې د رېفرنډم د صوبائي وزارت سره هېڅ تعلق نشته، کۀ تاسو د صوبه سرحد وزارت لرې کول غواړئ نو د هغې د پاره ائينې لارې موجودې دي. تاسو به د هغوي بر خلاف د عدم اعتماد ووټ پۀ اسمبلۍ کښې پاس کړئ. دا ئې هم ورته ووې چې زۀ دغه وزارت نۀ شم برطرف کولے، چې کله ستاسو اختيار شي نو خوښه مو خپله.

    “باچا خان او خدائي خدمتګاري”، وړومبے ټوک، ولي باغ، مارچ 1993، مخونه 494-488

    ما خو مخکښې ذکر کړے دے چې څنګه حکومت پاکستان د 1970 پۀ انتخاباتو کښې زمونږ خلاف مختلف محاذونه پرانستي وو. يوخوا را پورې خانان، شتمن، کارخانه دار او تاجران نښتي وو چې دوي راته غريب راپاڅوي نو بل خوا د غريبو او مزدورانو کسانانو پۀ نامه سوشلسټان او کميونسټان لګيا وو، وې چې دوي د امريکې اېجنټان دي او هم پۀ دې بله مورچه ئې راپسې مليان راپاڅولي وو چې دوي خو د روس ملګري دي. پرون د کافر هندو سره ملګري وو او نن د کافر روسي سره او حکومت داده ؤ چې دې ټولو متضادو قوتونو سره هغوي د هر قسمه تعاون او مالي مرسته هم کوله!!! نو داسې اوس پۀ دې مورچه کښې د افغانستان د طرف نه هم ګوتې وهل شروع شو. دا نۀ چې ګنې د دې خدائي خدمتګارۍ د ذهن مقابله پۀ افغانستان کښې دننه د باچا خان سره وکړي، بلکې دلته چې پۀ 1970 کښې انتخابات کېدل نو د حکومت افغانستان د طرف نه د هغه وخت 22 لکهه روپۍ د يوم خان پۀ انتخابي مهم کښې چنده ورکړې شوې وه. اول خو مونږ دا هسې افواه ګڼله، ولې بيا وروستو هغه سړے هم معلوم شو او بدل حکومت داده کړو چې دا رقم ما قيوم خان له وړے ؤ. دغه د ننګ يوسفزي پۀ نامه د سوات د کوهستان يو هلک چې ډيلي کښې پۀ ال انډيا کښې کارکوونکي د دير اوسېدونکي ګران خان سره ؤ او بيا د تقسيم پۀ وخت کښې راغے، ما سره زما پۀ کور کښې دېره ؤ، لکه د خپل بچي؛ نو هلته مونږ سکول کښې داخل کړو. سبق ئې وې خو چې کله د قيوم خان پکړ دکړ شروع شو، زۀ ئې ونيولم، جائيداد مې ضبط او کور مې تالا شو نو دے افغانستان ته وتښتېدو او چونکې ګران خان دوي هم د ډيلي نه کابل ته تللي وو نو دۀ ته څۀ خاص مشکل پېښ نۀ شو او چې بيا دا خبره وشوه چې دے زما د کوره تللے دے نو د باچا خان د کورنۍ د غړي پۀ حېثيت ورته وکتلے شو چې پۀ شمالي افغانستان کښې ئې ورله پۀ ارچي کښې زمکې ورکړلې او دومره درانۀ ورته وکتل شو چې بيا د افغانستان د پارلېمان ممبر شو. نو د افغانستان د جانبه د چندې دا رقم هم دې ننګ يوسفزي قيوم له راوړو چې زمونږ برخلاف استعمال شي.

    دا د باچا خان د ذهن او سياسي تحريک د خدائي خدمتګارۍ دا منصوبه ورو ورو ډاګې ته راوتله او کوشش دا ؤ چې هغه د پښتونستان د تحريک پۀ نامه رېډيو او د افغانستان اشاعتي ادارو کوم کار د لر او بر پښتون د تړون پۀ نامه کړے ؤ، هغه ورو ورو قدم پۀ قدم د منځه يوسي او د باچا خان د موجودګۍ او جدوجهد سره چې کوم ذهن پۀ افغانستان کښې جوړېږي، د هغې مقابله وکړې شي او د باچا خان پۀ حېثيت د يو قامي مشر چې دواړو لر او بر پښتنو ته قبول وي، دغې ته نقصان ورسي. نو پۀ دې سلسله کښې ډېرکوشش پۀ دې اړخ هم کېدو چې پۀ پاکستان کښې دننه د پښتنو د سياست پۀ حقله هم غلط فهمۍ پېدا کړې شي او يواځې دا نۀ چې ګنې د قيوم خان غوندې پښتون دښمن مالي امداد وکړے شي چې دا خدائي خدمتګار را څملوي، بلکې د دې خدائي خدمتګارۍ د ذهن او باچا خان د تحريک د مخنيوي د پاره د پاکستان دننه د پښتنو پۀ حقله پروپېګنډې وشي چې د لر او بر پښتون د ورورولۍ دا تړون و نۀ شي.

    د روان فرهادي صاحب سره مرکه:

    پۀ دې سلسله کښې يوه واقعه بيانول زۀ ضروري ګڼم. باچا خان چې افغانستان کښې ؤ نو زۀ او زمونږ بچي به داسې وخت پۀ وخت د بابا د ليدو د پاره کابل او جلال اباد ته تللو. زما پۀ دنيا کښې يو شوق دے او هغه ملکونه کتل؛ پۀ دې سلسله کښې ما د لندن او کابل تر منځه دا سفر د وچې پۀ لاره څلور پينځۀ ځله کړے دے. زما ټبر نسيم به را سره وه.

    يو ځل هم داسې د لندن نه پېښور ته راتلو، پۀ لاره مونږ کابل کښې د بابا سره اټال شو. دوه ورځې پس د کابل پۀ ښار کښې د پښتونستان د ورځې دستوره وه؛ جشن ؤ، خوشحالۍ وې، اتڼونه وو. مونږ هم د دغه ټنګ ټکور او د اتڼو تماشې له تللي وو. ناست وو لاسونه مو پړقول چې دې کښې هلته روان فرهادي صاحب راغے او د وزارت خارجه يو بل غړے کرزے هم ورسره ؤ. زۀ بيا دومره د افغانستان پۀ اندروني سياست او د مختلفو افرادو پۀ حېثيت، رسوخ او د پورته رسېدو پۀ ذريعو وارد وم. روان فرهادي صاحب او د هغۀ حېثيت، چې باچا صاحب خو پۀ خپل ځاے ؤ، ولې د هغې نه لاندې دې کښېنولو پاڅولواو اقتدار ورکولو او اخستلو کښې ئې لوے لاس لرلو. ما ته ئې وې، ولي خانه ! ښه ده چې کابل ته راغلې، زما خو تا سره يو څو ډېرې اهمې او ضروري خبرې دي. ما وې، زۀ لا دلته يو څو ورځې اټال يم، چې کله وائې او کوم ځاے وائې نو هغه وخت به هغه ځاے کښېنو. وې نه! زۀ خو نن بېخي فارغ يم. ما ورته وې، فرهادي صاحب! تا ته معلومه ده چې زۀ دوه درې ورځې کېږي چې د لندن نه د وچې پۀ لاره راغلے يم او قابو يوه مياشت مې هره ورځ موټر چلولے دے، ستړے او ستومانه يم او د ستومانۍ د لرې کولو د پاره دې سندرو او اتڼو نو ته ناست يم؛ نو چرته بل وخت به وټاکو. ولې فرهادي صاحب پۀ دې کلک ؤ چې نن څۀ چې اوس خبره کوه! مونږ يو طرف ته شو نو روان فرهادي صاحب ګويانه شو – ماته وائي، ولي خانه! مونږ چې کتل چې د بابا )باچا خان( عمر زياتېږي او هغه ضعيفه کېږي نو د پښتنو د مستقبل فکر به واخستلو چې خداے دې بابا له ډېر عمر ورکړي، خو کۀ دے سبا له نۀ وي نو بيا به څۀ شي؟ او بيا مو چې تۀ وليدې او ستا سياسي جدوجهد مو وليد نو مونږ ايله ساه واخستله چې ځه کۀ خېر وي، د بابا يو سياسي وارث شته چې دا مقصد به سر ته ورسوي. ولې تا خو اوس مونږ ډېر مايوسه کړلو! تا خواوس د پښتنو سياست پرېښود او د ټول پاکستان سياست ته دې مخه کړله! )د روان فرهادي صاحب اشاره دې ته وه چې زۀ دغه وخت د ټول پاکستان د نېشنل عوامي پارټۍ صدر منتخب شوے وم(. نو اوس خو تۀ د پنجابي، سندهي، بلوچ او عن چې د بنګالي د حق د پاره هم جنګېږې نو د دې خوار پښتون به څۀ شي؟ او پښتون څۀ چې د دې پښتونستان به څۀ شي؟ ما ورته وخندل، ما وې روان فرهادي صاحب! ډېر خوشحاله پۀ دې شوم چې د پښتونستان ذکر دې وکړو؛ ولې چې زۀ د هر چا نه دلته تپوس کوم چې تاسو دا پښتونستان څۀ ته وايئ؟ تر دې حده چې چا پوره تسلي بخش جواب را نۀ کړو نو دا سوال ما پۀ باچا صاحب وکړو چې ستاسو مفهوم د پښتونستان نه څۀ دے او دا به څنګه حاصلېږي؟ نو هغۀ هم جواب را نۀ کړو . وې تۀ لاړ شه او صدر اعظم سره خبره وکړه! نو هغه وخت هاشم خان مېوندوال صدراعظم ؤ نو زۀ هغۀ له لاړم. هغۀ هم څۀ پوره خبره و نۀ کړله. دومره خو زۀ هم ناپوهه نۀ وم چې دکوم سوال جواب باچا د ملک نۀ ورکوي نو صدر اعظم به د هغې څۀ جواب وکړي!!! نو زۀ نن ځکه خوشحاله شوم چې ستا غوندې پۀ حقيقت کښې ذمه وار او با اختياره افسر به ما له د دغه سوال جواب راکړي. فرهادي صاحب خو زما نه پۀ دې ځان خلاص کړو چې دا نعره خو د ښکته نه ستاسو د اړخه راغلې ده، نو د دې خپل سوال جواب خو به تۀ کوې! ما وې ښه ده، ځه د هم دې نه به ئې شروع کړو!

    ما وې دا نعره خومونږ هغه وخت پورته کړې وه چې کله د هندوستان د تقسيم فېصله وشوه او پېرنګے حېران شو چې دې نورو صوبو کښې خو مسلم ليګ الېکشن ګټلے دے، ولې دلته پۀ صوبه سرحد کښې خو الېکشن خدائي خدمتګارو ګټلے دے او د روس بر خلاف د پېرنګي پۀ بېن الاقوامي پاليسۍ کښې دا صوبه ډېر لوے اهميت څۀ چې کليدي حېثيت لري؛ خو چې دې صوبې سره څۀ وکړو؟ مشکله ورته هم وه، ولې چې نورو صوبو کښې ئې د صوبائي اسمبلو نه رايې اخستې وه، ولې دلته د دې نه هم وېرېدل؛ وې چې پۀ صوبائي اسمبلۍ کښې زمونږ قطعي اکثريت څۀ چې اکثريت ؤ نو وې رېفرنډم وکړئ! مونږ ورته وې چې د هندوستان فېصله خو د کانګرس او مسلم ليګ تر منځه شوې ده او مونږ د کانګرس سره تعاون کولو نو دغه فېصله مونږه قبوله کړې ده چې پاکستان جوړېږي نو دا صوبه به پۀ کښې شاملېږي؛ نو بيا د رېفرنډم )استصواب راے( څۀ ضرورت دے؟ ولې پېرنګي خو خپل غرض موټي کښې نيولے ؤ او هغۀ خو د خدائي خدمتګارو دا ذهن ختمول غوښتل او شروع ئې د وزارت نه کوله. مونږ چې پوهه شو چې پېرنګے پۀ رېفرنډم ټينګ دے نو بيا ورته مونږ دا تجويز پېش کړو چې کۀ پېرنګے پۀ حقيقت کښې پۀ پاکستان او هندوستان مطمئن نۀ وي او قام له د حق اراديت ورکولو ته غاړه ږدي نو بيا دې پۀ کښې دا درېم اختيار هم قام ته کېږدي چې کۀ هندوستان کښې شاملېږي کۀ پاکستان کښې او کۀ خپل ازاد او خود مختاره مملکت پښتونستان غواړي – نو چونکې دغه مطالبه پېرنګي و نۀ منله نو مونږ د رېفرنډم نه پۀ دې وجه بائيکاټ وکړو چې د هندوستان او پاکستان مسئله خو حل ده، هسې دا مسئلې نورې چېړل نۀ دي پکار.

    چې پاکستان جوړ شو او باچا خان بيا ائين سازې اسمبلۍ ته لاړ نو چې هلته ترې نه چا تپوس وکړو چې ستا د پښتونستان نه څۀ مطلب دے؟ نو باچا خان ورته پۀ جواب کښې ووې چې اوس پاکستان جوړ دے، پېرنګے مونږ ځغلولے دے نو دا صوبه خو د هغۀ د سلطنت او راج سرحدي صوبه وه او د ‘سرحد’ نوم ئې پرې ځکه اېښے ؤ چې دا هر پېرنګي بچي ته پته وي چې دا زما د سلطنت د ټولو نه اهم سرحد دے، ولې چې د دې نه اخوا روس پروت دے چې هغه زما مونډيزے دښمن دے. نو نن خو دا سرحدي صوبه نۀ ده! نن خو د پاکستان ټولې صوبې سرحدي دي او بېن الاقوامي سرحدونه لري، نو مونږ دا غواړو چې د حاکم کافر پېرنګي د لاسه چې زمونږ پۀ صوبه کوم نوم ايښودلے شوے دے نو د هغې افاديت او حېثيت نور ختم دے او پېرنګي چې کوم سازش د پښتون د قوميت د ختمولو د پاره کړے ؤ او دا ئې کوشش ؤ چې دغه قامي تشخص ختم کړي نواوس خو پېرنګے تللے دے نو اوس هم د هغۀ نه دغه پاتې نوم ولې را پورې دے؟ پکار دي چې څنګه د بنګاليانو صوبې ته بنګال وائي، د پنجابيانو صوبې ته پنجاب، د سندهيانو صوبې ته سندهـ او اګرچې د بلوچستان صوبه د پښتنو او بلوڅو شريکه ده خو هغې ته بلوچستان وائي او دا ټول د پاکستان صوبې دي؛ نو کۀ د پښتنو دې صوبې ته پښتونستان ووئيلے شي نو پۀ دې به پاکستان يا اسلام ته څۀ خطره پېښه شي؟ نو چې څنګه د پاکستان دننه د نورو صوبو خپل نومونه شته نو داسې دې زمونږ نه هم د پېرنګي دا ايښے نوم چې هسې هم پۀ مونږ بد ځکه لګي چې مونږ من حېث القوم د پېرنګي د غلامۍ نه ځان پۀ خپل همت او توره خلاص کړے دے، نو د دغه ظالم او جابر حاکم ايښے نوم را باندې نور هم ډېر بد لګي. بيا پرې چا سوال وکړو چې د افغانستان سره د تعلقاتو پۀ حقله دې څۀ خيال دے؟ نو باچا خان ورته ووې چې کۀ ستا دا اسلام ما د دې ځاے نه زر ميله لرې بنګالي سره پۀ ورورولۍ تړي چې نۀ مې ورسره ژبه شريکه ده، نۀ جامه، نۀ خوراک څښاک، نۀ تمدن؛ او صرف يو د مذهب پۀ رشته تړلي يو نو چې تۀ ما د زر ميله لرې مسلمان سره ورور کوې نو دا را پورې مسلمان افغانستان سره پۀ ورورولۍ تا ته څۀ اعتراض کېدلے شي؟ چې ستا پۀ ګز پۀ اسلام را سره شريک دے خو د اسلام نه علاوه پۀ شريک سرحد را سره پروت، ژبه، خوراک، څښاک، تاريخ، تمدن، ثقافت هر څۀ مو شريک دي؛ نو بيا د هغۀ سره پۀ ورورولۍ تاسو ته څۀ اعتراض کېدے شي؟

    نو ما روان فرهادي صاحب ته مخ کړو چې فرهادي صاحب! د ښکته نه خو دوه قسمه پښتونستان راغلے دے: يو د رېفرنډم د وخت د ازاد او د خود مختاره مملکت پښتونستان او بل صرف د نوم بدلولو مطالبه چې لکه د پاکستان د نورو صوبو د نومونو نه دا ظاهرېږي چې پۀ دغه صوبو کښې کوم قام اباد دے نو داسې بايد چې زمونږ د صوبې نوم هم بدل شي چې د نوم نه پته لګي چې دلته پښتانۀ اباد دي – نو ما وې روان صاحب! تپوس کوو چې دا تاسو چې دا څو کاله پۀ مخه د پښتونستان اواز پورته کړے دے او پۀ هغه وخت کښې مو پورته کړے دے چې مونږ ټول پۀ جېلونو کښې پراتۀ وو او دا دے نن هم د پښتونستان جشن پۀ ټول افغانستان کښې نمانځلے شي، نو دا تاسو د کوم پښتونستان خبره کوئ؟ د ازاد او خود مختاره پښتونستان کۀ د پاکستان دننه د پښتنو د صوبې د نامې پښتونستان؟

    ولې روان فرهادي صاحب ډېر لوبېدلے او ويښ بنيادم ؤ؛ هغۀ داسې پۀ اسانه چرته خپله خبره پۀ ډاګه کوله! او حقيقت هم دا ؤ چې د کومې خبرې جواب پۀ خپله د ملک باچا نۀ کوي او وزيراعظم ئې وضاحت نۀ شي کولے نو بل به داسې کوم سړے پېدا شي چې د دغه بنيادي سوال جواب لا وضاحت وکړے شي. ما ته ئې وې، ولي خانه! هم دا سوال خو ما هم راوړے ؤ چې تۀ ما پۀ دې پوهه کړې! ما وې چې دا خو قابو د شل کالو نه زيات وشو چې تاسو د پښتونستان دا سوال پورته کړے دے او دومره مشهوري مو ورله وکړله نو تاسو لا تر اوسه پورې دا فېصله نۀ ده کړې او نۀ مو دا خبره سپينه کړې ده چې تاسو څۀ غواړئ او د څۀ پۀ وجه مو خپل تعلقات د پاکستان سره خراب کړي دي او د کوم مقصد د پاره تاسو پۀ بېن الاقوامي سطح نن پۀ دې مسئله کښې ملګري لرئ او ملګري هم بيا لکه د هندوستان او پۀ تېره تېره بيا د روس چې هغوي هم ستاسو د دې موقف تائيد کوي او تر څنګه درسره ولاړ دي نو هغوي ته هم تاسو يا ستاسو وزارت خارجه د دې خبرې وضاحت نۀ دے کړے!!! خو ما وې خېر دے، تا زما د رايې معلومولو سوال کړے دے نو زۀ جواب درکوم.

    ما ورته وې چې زمونږ سياسي او تاريخي تجزيه دا ده چې پښتون قام خپل يو مقام لرلو. پۀ تفصيل کښې تلل نۀ غواړم خو دومره به ضرور ووايم چې يا دا هغه قام ؤ چې پۀ هندوستان او ايران ئې باچاهي کړې ده او يا نن غلام دے!!! د دې پۀ وجه چې فکر وشي نو خبره څرګنده ده چې دښمنانو ټول عمري د پښتون د کور ورانولو او د دوي تر منځه ئې د اندروني نفاق پېدا کولو کوشش کړے دے او د دې مقصد د پاره د مغل باچا اکبر نه را واخله، سکهانو، درانيانو دا پاليسي چلولې ده او د دې مقصد د حاصلولو د پاره د پښتون دنياوي مشر خان او ملک او ديني مشر ملا او پير ئې استعمال کړي دي او پۀ دې کښې تر ډېره حده کامياب هم شو. ولې کله چې د موجوده زمانې ترقي يافته او تجربه کار قوت پېرنګے دې خاورې ته راننوت نو هغه هم چې د کلکتې نه را خلاص شو نو دا ټول هندوستان ئې فتح کړو، خو چې د پښتنو خاورې له راغے نو دلته ئې پۀ اول ځل ماتې وخوړه. پېرنګي ته د مغلود نسخې دکاميابۍ يقين ؤ خو هغه لږ ډېر هوښيار او تجربه کار ؤ. هغه اندروني اختلافات او بې اتفاقۍ پۀ خپل ځاے، خو هغۀ عملاً او پۀ مېدان پښتون قام ټوټې ټوټې کړو او هغه د امير عبدالرحمان خان خبره چې د پښتون پۀ سينه ئې د بېلتون چاړۀ راکښله او سياسي ذهني بېلتون سره ئې عملاً د دۀ خاوره قابو شل ټوټې کړله او دا بېلتون ئې تر دې را ټينګ کړو چې زۀ د پېښور نه کابل ته راځم نو بې پاسپورټه او بې وېزې نۀ شم راتللے. نو لنډه دا چې زمونږ دا تجزيه ده چې تر څو پورې دا شل واړه ټوټې بيا يو ځاے نۀ شي او دا لوے کور د افغان بيا را ټول نۀ شي نو تر هغې به پښتون هغه خپل مقام ته و نۀ رسي – دغه مو هدف دے او دغه مو مرام.

    زۀ ځان ته قطعاً ‘پښتونستانے’ نۀ وايم، ولې چې دا خو به زۀ بيا د پېرنګي هغه نسخه خپله کړم چې افغان جدا دے او پښتون جدا. زۀ دغه شے نۀ تسليموم او هم دا وجه ده چې مونږ د پېرنګي د غلامۍ نه ځان ازادوو نو پۀ دې اراده چې پۀ دې طريقه به د پېرنګي دا پليت اثر د افغانستان نه هم بېرته شي او افغانستان به پۀ حقيقت کښې ازاد شي او د پښتون دا لوے کور به بيا را ټول شي او پۀ يو نغري او يو ټغر به د خپلو بچو سره شريک کښېني. هغه د مخفي صاحب زړه ترانه مې هم ورته را ياده کړه چې:

    کشمير نه تر هرات هورې، بلوچستان نه تر دورې

    دا ټول پښتون دے هر چرې، څۀ رنګې پروت ذرې ذرې

    د يو وجود پۀ شانې کړې، خدايه! دا ذره ذره

    ما وې، زۀ خو چې پۀ ښۀ بد پوهه شوے يم نو د دغې ترانې اواز مې غوږونو کښې کړنګېږي او د دغه مقصد د پاره مو خپلې ځوانۍ خاورې ايرې کړې او نن پۀ اوچتو سترګو دا دعويٰ کولې شو چې د باچا خان پۀ مشرۍ کښې نن هغه غلام پښتون د پېرنګي د غلامۍ جغ وغورځولو، ازاد شو او يو ګونا ئې افغانستان ته هم ازادي وګټله. دغه مرام، دغه مفکوره او دغه مقصد لرو!!! ولې اول کۀ مونږه پۀ هندوستان کښې غلامان وو او پۀ پېرنګي مو وس نۀ رسېدو نو د ازادۍ نه پس اوس رانه د پاکستان مشرانو دغه حق اخستے دے او د پېرنګي نه هم را سره خراب سلوک کېږي او هغه ګټلې ازادي او د هغې د خوږو نه ئې محروم کړي يو – ولې حالاً مونږه مجبورۍ لرو، حقيقت ته ګورو او دا باچا خان چې د پاکستان پۀ ائين سازه اسمبلۍ کښې دا ووې چې مونږ د پاکستان دننه د خپلې صوبې نوم بدلول غواړو چې قامي تشخص مو څرګند شي نو نن هم پۀ دغه ځاے ولاړ يو.

    ولې روان فرهادي صاحب دا تپوس هم کړے دے چې دا غرض به څنګه حاصلېږي او د دې د پاره به څۀ طريقې خپلول غواړي؟ نو د هغې جواب هم اسان دے! د دې قامي مقصد د حاصلولو د پاره لارې معلومې دي او درې دي – ولې چې نن پښتون پۀ درې برخو کښې تقسيم پروت دے: يوه برخه ئې افغانستان، بله قبائلي علاقې او بل مونږ چې تاسو راته محکوم پښتونستان وايئ – نو د دې مقصد د حاصلولو د پاره خو د ټولو نه ښه مؤثره لاره دا ده چې افغانستان را پاڅي ]ولې چې افغانستان نن قوت لري، فوځ لري، طيارې لري، توپې او ټېنکونه لري[ او پاکستان ته ووائي چې دا علاقې زما نه پېرنګي پۀ زور اخستې وې او زما پۀ ځيګر ئې د ډيورنډ کرښه راکښلې وه؛ ورور د وروره، قام د قام نه، قبيله د قبيلې نه جدا څۀ چې خاندانونه ئې پۀ منځ شلولي دي؛ نو هغه پېرنګے خو لاړ، د ډيورنډ کرښې دا قابو سل کاله برابرېږي او پېرنګے د خپلې خوښې خو نۀ دے تللے، هغۀ ته پۀ کډه پۀ سر کولو کښې پښتنو قبائلو او اخوا پرتو پښتنو يو ټول عمري مقابله او جدوجهد کړے دے، نو تۀ خو پېرنګے نۀ يې، نۀ کافر يې او نۀ د بهر نه راغلے يې! تۀ خو ځان ته مسلمان وائې، نو دا تۀ پۀ دې څنګه رضا شوے يې چې دا د ډيورنډ کرښه دې لا هغه شان را ټينګه کړې ده؟ چا چې کرښه راښکلې ده، هغه خو نن لس زره ميله لرې ناست دے! د ځغلولو ئې قابو شل کاله کېږي او کرښه هم د سلو کالو زړه شوه نو تۀ څنګه پۀ خپله دا تسليموې چې دا د پېرنګي د لاس بېلتون دې هم داسې پۀ ځاے پاتې شي او دا د کافر پېرنګي د لاسه زما پۀ ځيګر راکښلې کرښه قبلوې؟ اول کوشش به دا وکړي افغانستان پۀ ورورولۍ او روغه جوړه د دې خبرې څۀ حل را وباسي او کۀ بيا پاکستان پۀ رښتيا د کافر او سامراج پېرنګي حقيقي وارث خپل ځان ګڼي او د پېرنګي د زوي توب دعويٰ کوي نو بيا به هم هغه لاره ورسره کول غواړي چې څۀ ورسره د افغانستان د حکومتونو پلارانو او نيکونو کړې وه!!! توپ لۀ به توپ را خلاص کړئ، طيارې له طياره او ټېنک له ټېنک!!! تاسو به د هغې مخې شئ او مونږ د دې مخې چې ايسته دا د ډيورنډ دا پليته کرښه ورانه کړو. نو ما وې فرهادي صاحب! اوس درنه زۀ تپوس کوم چې ستاسو پۀ دې سمے راځي؟ ولې چې دا د ټولو نه مؤثره او کاميابه لاره ده.

    روان فرهادي صاحب يو ډېر هوښيار، تجربه کار، لوبېدلے، بيوروکرېټ او ډپلومېټ او د کابل غوندې ښار پۀ اوچتو منصبونو کښې ازمائيلے افسر ؤ؛ هغۀ داسې اېغ پۀ نېغه جواب کله ورکولو. خېر، هغۀ خپله تجزيه پېش کړله. شروع ئې د بېن الاقوامي حالاتو نه وکړله. امريکا، د امريکې نه روس، د روس نه چين، د چين نه هندوستان؛ ډېر پۀ هوا ؤ نو ما ورته اخر ووې چې سوال خو دومره پېچيده نۀ ؤ، تۀ لږ د اسمانونو او وريځو نه را کوز شه! پښې پۀ زمکه کېږده! چې خپل تقرير ئې خلاص کړو نو ما ته ئې ووې چې د بېن المللي او ملي حالاتو پۀ رڼا کښې دا هېڅ امکان نۀ لري نو ما وې ښه! نو اوس به دغې دوېمې لارې لۀ راشو چې د قبائلي علاقو پښتانۀ دي – شاعران وائي چې د زمکې شنۀ زمري او د هوا بازان دي؛ زلمي لري، قوت لري، د جهاد جذبه لري نو چې د چترال نه واخله تر وزيرستان پورې دا پۀ سوونو ميلونو پراتۀ شازلمي را پاڅي او افغانستان هم ورسره خېر دے پۀ ډاګه نه پۀ پټه کومک وکړي او مونږ هم ورسره را پاڅو نو دا هم امکان لري چې کامياب شي!!! نو ما بيا د روان صاحب نه تپوس وکړو چې د دې پۀ حقله دې څۀ رايې ده؟ بيا ئې ووې چې ولي خانه! د موجوده بېن المللي او ملي حالاتو پۀ رڼا کښې دا هم امکان نۀ لري.

    نو ما بيا روان فرهادي صاحب ته ووې چې اوس به هغې درېمې او اخري لارې له راشو – دا چې تاسو ورته محکوم پښتونستان وايئ، مونږه د پېرنګي د غلامۍ نه پۀ ډېرو قربانيو او تکليفونو ځان ازاد کړو خو د ازادۍ پۀ خوږو پوهه نۀ شو. د پاکستان حکومت را ته پۀ لاس کښې هتکړۍ اچولې دي، پښو کښې مو بېړۍ دي، قلم ئې رانه اخستے دے، ژبه ئې را له تړلې ده – زۀ ئې څملولے يم، د پاسه را باندې ناست دے!!! نو زۀ خپل افغانستان ته مخ کړم چې از براے خدا! دا د پښتنو تاج او تخت د کوم مرض علاج دے؟ دا خپله مظلومه ورځ ورته بيان کړم. بيا ورته وايم چې دا د پښتنو خاوره ده، ستا جائيداد دے، ستا وروڼه او ستا بچي دي؛ دا نن د دښمن خوراک دے!!! دا باغونه، دا بجلۍ، دا کارخانې؛ دا خو د پښتنو دي!!! او بيا ورته وايم چې راځه چې پۀ شريکه دا خپل حق خپل کړو او دا تيت او پرک بچي پۀ يو نغري او يوه حجره را غونډ کړو. زۀ دا د درد او بې وسۍ نه ډک فرياد خپل مشر ورور ته وکړم خو د خېبر پۀ سر روان فرهادي صاحب سر را پورته کړي، وائي چې ولي خانه! دا هېڅ امکان نۀ لري، پروت اوسه ورته لاندې!!! چې د دې جانبه مايوسه شم نو بيا دې قبائلي وروڼو ته مخه کړم چې اے نېک بختو! وګورئ چې دا ستاسو څۀ ژوند دے؟ پۀ سرو تيږو او ټکړو کښې اوسئ، د روزۍ درک مو نۀ لګي، بچي مو بې تعليمه، بې کوره او بې علاجه دي او دا خپله د جنت پۀ شان خاوره درنه دښمن قبضه کړې ده! دې غزېدلو پټو ته وګورئ چې د غلې او خوراک نه علاوه د مېوو باغونه هم لري، کارخانې لري، کالجونه، يونيورسټۍ لري، هسپتالونه او شفاخانې لري، بجلي لري؛ چې ستاسو دا پۀ تورتم کښې پټ تيارۀ کورونه رڼا کړي او ژوند مو شته او روښانه کړي نو دا مو غماز ته پرېښي دي!!! دلته دومره ډوډۍ ده چې زمونږ او ستاسو پۀ شريکه کېږي نو راځئ چې پۀ شريکه دا خپله خاوره خپله کړو او د دې خپلې خاورې دا خواږۀ دې خپلو بچو له وګټو. هغوي لا فېصله کړې وي لا نۀ چې د شا نه ئې روان فرهادي صاحب جوابي کړي او د خېبر پۀ سر بيا يو ځل روان فرهادي صاحب سر را پورته کړي چې ولي خانه! دا هم هېڅ امکان نۀ لري، پروت اوسه ورته لاندې!!! نو چې زۀ محکوم پښتون د دغې خپلو دواړو وروڼو د مرستې نه مايوسه شم نو بيا پۀ خپله پۀ خپل سر مخ کوشش شروع کړم چې پۀ دې خپل مجبور او محروم حالت کښې ځان له پۀ وطن دننه ملګري او دوستان پېدا کړم او دښمن له دښمنان، ګټه تېږې له او تېږه ګټې له را واچوم چې دا د لاسونو زنځيرونه او د پښو بېړۍ ماتې کړم، خپل قلم تر لاسه کړم او ژبه ځان له پرانيزم نو پۀ دې روان فرهادي صاحب تا ته اعتراض دے؟ يعني مطلب دا چې نۀ را سره تۀ کومک او امداد کوې او نۀ قبائل، او چې زۀ پۀ خپله د خپلې ازادۍ د پاره ځان له پۀ ملک کښې دننه ملګري ګورم، پۀ هغې هم تۀ ناراضه يې!!! نو بيا تۀ ما ته ووايه چې ما ته پۀ تا کښې او موجوده حکومت پاکستان کښې څۀ فرق ښکاري؟ يعني معلومېږي داسې چې تۀ هم زما پۀ غلامۍ خوشحاله يې! پۀ خپله خو خپل قامي او پښتني افغاني فرائض نۀ پوره کوې، ولې کۀ زۀ پۀ خپله د ځان د خلاصون کوشش کوم نو پۀ هغې هم خفه يې!!! نو ما ته پۀ تا کښې، حکومت پاکستان او عن دا چې پېرنګي کښې څۀ خاص فرق نۀ ښکاري. روان فرهادي صاحب ملامته ښکارېدۀ او خبره مې پۀ دغه ځاے پاتې شوله.

    نو مطلب مې دا ؤ چې د باچا خان د دې پښتني اصلاحي تحريک د مخنيوي نه علاوه بيا دغه ډلې دلته پۀ صوبه سرحد کښې هم ګوتې وهل شروع کړل چې د باچا خان هغه د خدائي خدمتګارۍ تحريک ته نقصان ورسوي. نو تر دې حده لاړل چې هغه د پښتنو قاتل قيوم خان سره ئې هم زمونږ بر خلاف مالي امداد کولو چې مونږ پۀ الېکشن کښې ناکام کړي. نو دا به سړي ته ډېره د منافقت خبره ښکارېده چې پۀ رېډيو به ئې د بابړې د شهيدانو پۀ روح مشاعرې کولې، پۀ رېډيو به ئې د هغوي پۀ ياد کښې سندرې وئيلې او دې خوا به ئې هم د هغه بابړې قصاب قيوم خان سره مرسته کوله!!! ولې خبره بالکل واضحه وه چې مونږ پېرنګے او د هغۀ پليت قدم د دې ملک نه لرې کړو، ولې د هغۀ د پاليسۍ مخکښې بوتلو د پاره بيا امريکا راغله نو بادار به بدل شوے وي خو پاليسي هم هغه زړه پۀ زړه ده. د پېرنګي دښمنان اوس د امريکې دښمنان شو او د پېرنګي دوستان اوس امريکې خپل دوستان کړل. نو نن افغانستان او د افغانستان حکومت هم دومره بې وسه اوبې اختياره دے، څومره چې د پېرنګي پۀ وخت کښې ؤ. ولې چې اوس خو امريکې سره نور هم زياتي فکر شو چې روس جرمني له شکست ورکړو نو د جنګ نه پس خو به دے اوس نور هم قوي شي.

    “باچا خان او خدائي خدمتګاري”،دوېم ټوک، مخونه 622-614

    د امريکې د پاليسۍ د عملي کولو منصوبه:

    امريکې دې مسئلې له څومره اهميت ورکولو، د هغې اندازه د دې نه لګي چې د هغه وخت د سي اٰئي اے مشر William Casey به پۀ خپله وقتاً فوقتاً پاکستان ته راتلو. هغه د صدر رېګن پرنسپل اېډوائزر او د امريکې مرکزي انټيلېجنس بورډ چئيرمېن ؤ او د دې ټولې افغاني پاليسۍ نګراني به ئې پۀ خپله کوله. د هغۀ د راتګ د پاره چې کوم خاص جهاز ؤ، هغې ته ئې پاکستانيان څۀ چې اٰئي اېس اٰئي هم نزدې نۀ پرېښوده. د هغۀ د سورليو او راغلو ملګرو نۀ پاسپورټ چېک کېدلو او نۀ کسټم. يعني داسې امريکن شهري ؤ چې د هغۀ پۀ پاکستان کښې د پاکستان د خپلو خلکو نه هم زيات حقوق او مراعات وو. ولې چې کله د بهر دنيا نه يو پاکستانے خپل ملک ته راځي نو د هغۀ هم پاسپورټ او کسټم چېک کېږي او د ټولې دنيا دا قاعده ده – نو چې دا ويليم کېسي د څۀ قسمه انسان ؤ چې دے څۀ چې د دۀ سره راغلي ټول خلک دلته پاکستان کښې داسې راتلل لکه مونږ چې د پاکستان د يوې صوبې نه بلې صوبې ته ځو!!! نور څۀ کوې چې برېګيډئير وائي چې د هغۀ سامان ته هم يو پاکستانے نۀ شو نزدې کېدلے، دا کار هم صرف امريکنو کولو. سړے چې ورته فکر وکړي نو د ويليم کېسي او د هغۀ د ملګرو به دومره حقوق او مراعات پۀ خپل ملک امريکه کښې هم نۀ وو، لکه دلته ورته کوم مراعات د ضياء الحق صاحب حکومت ورکړي وو.

    پۀ دې جنګ د بې حسابه دولت د پاره دا انتظام ؤ چې څومره رقم به امريکې ورکړو نو د ډالرو سره به برابر ډالر د سعودي حکومت ورکول. هغه نورو عربو شېخانو او شتمنو چې څۀ ورکول، هغه پرې د پاسه! دا مالي امداد به سي اٰئي اے د اٰئي اېس اٰئي پۀ کهاته کښې جمع کولو. وائي چې دا پۀ کروړونو ډالرې سالانه به راتللې – يعني مال او دولت د امريکې ؤ.

    “These combined funds running into several hundred million dollars a year were transferred by the C.I.A. to special accounts in Pakistan under the control of I.S.I. (Pg. 81)

    بريګېډئير صاحب ګويانه دے، نغدې پېسې خو سي اٰئي اے را ورسولې او اٰئي اېس اٰئي له ورکړې – اوس خبره د وسلې ده؛ نو دلته څۀ وائي:

    The C.I.A. supported the Mujahideen by spending the American Tax payers money, billions of dollars of it over the year on buying arms, ammunition and equipment. (Pg. 81)

    ښه نو مال د امريکې، وسله او ګوله بارود د امريکې – را رسول ئې کراچۍ ته پۀ امريکې! نو دا ضرورت خو امريکې پوره کړو، نو پاتې څۀ شو؟ بريګېډئير نيمګړې خبرې نۀ کوي، پوره تفصيل بيانوي او د هغې ملکونو نومونه اخلي، د چرته نه چې به وسله راتله او پۀ دې ملکونو کښې د اسرائيل نوم هم اخلي چې امريکنو به هلته نه هم وسله اخستله، کومه چې اسرائيلو د لبنان د حملې پۀ وخت قبضه کړې وه. يعني د اسلامي جهاد د پاره اسرائيل هم خپله برخه رقم وصول کړے دے. د مال د خرڅ اندازه بيانوي چې لس لکهه ډالره روزانه خرچ ؤ. د وسلې مقدار هم پۀ 1987 کښې پوره پينځۀ شپېتۀ زره (65,000) ټنه ؤ. او سپينه او پۀ ډاګه خبره چې دا وسله “…all of it handled by 200 men from the Ministry of Defense Constabulary [MODC]. (Pg. 98) او ختمه ئې پۀ دې چې:

    “The Military was in complete control. They were both the makers and executors of law.

    خو دا احتياط ئې ضرور کړے دے چې هېڅ قسمه ليکل به نۀ کېږي – بې حسابه او بې کتابه – کهاته به چلېږي )مارشل لاء ؤ کنه( چې هېڅ پته نۀ لګي چې څۀ راغلل!!!

    Nothing was committed to WRITING. (Pg. 100)

    پۀ څومره مقدار او تعداد کښې راغلل او چا چا له پۀ څومره تعداد کښې ورکړے شول؟ او چې حساب کتاب نۀ وي نو د غلا د پاره به څومره ګنجائش پېدا شي!!! بريګېدئير صاحب پۀ خپله تسليموي چې د پاکستان فوج پۀ خپله هم د ځان د پاره د دغې افغانستان د جهاد د وسلې نه څۀ sophisticated وسله ځان ته کړې وه. دا هم بيانوي چې د پاکستان د اٰئي اېس اٰئي پۀ افسرانو هم مقدمه چلېدلې وه چې هغوي دا وسله غلا کړې ده – کورټ مارشل او قېد شو.

    The officers were court-martialed and imprisoned, while the brigadier, whose job I was to take, was moved sideways. (Pg. 20)

    او د جهاد د کمانډرانو پۀ حقله د خپلې ذاتي تجربې او معلوماتو پۀ رڼا کښې دا اعلان کوي چې:

    It is my belief that there is probably no commander in Afghanistan who has not sold or bartered weapons. (Pg. 105)

    دا وائي چې داسې يو کمانډر هم پۀ افغانستان کښې نشته چې هغۀ وسله خرڅه کړې او بدله کړې نۀ وي!!! د دې چور او تالان اندازه د دې نه لګي چې بريګېډئير صاحب وائي چې د پاکستان نه مزار شريف ته د يو مارټر بم رسولو خرچه 1,100 ډالره راتلله او د مارټر بم قيمت صرف پينځۀ شپېتۀ ډالره ؤ – پۀ دې وسله سولو خرڅ صرف پينځلس لکهه ډالره…..

    The monthly expenditure… was 1.5 million dollars. (Pg. 106)

    د غلاګانو تفصيل:

    بريګېډئير يوسف خو د نورو خبره کړې ده خو د خپلو غلاګانو تفصيل ئې نۀ دے بيان کړے. دا معلومات د دوو ذريعو نه مېدان ته را ووتل: يو د هانګ کانګ نه (Far Eastern Economic Review) او بله د امريکې اخبار ‘واشنګټن پوسټ’ (Washington Post) نه چې دا ټول تفصيل بيا د لاهور نه چاپېدونکې هفته وارې رسالې “Friday Times” پۀ خپله 13-7/نومبر 1991 او هم دا شان د هندوستان د “Sunday Times of India” پۀ خپله شماره کښې چاپ کړل. ډېر سنګين الزامات ولګېدل؛ ثبوتونه، اقبالي بيانونه او د ذمه وارو او متعلقه افسرانو اعتراف – خو نۀ حکومتِ پاکستان او نۀ خپله حکومتِ امريکه، نۀ اٰئي اېس اٰئي او نۀ سي اٰئي اے د دې الزاماتو ترديد وکړو. هغه نورې قصې او لانجې به پرېږدو، مونږ به صرف هغه حصې را واخلو چې د کومو حصو تعلق د افغانستان د جهاد او د هغه فنډ سره دے چې د دې جهاد د پاره د امريکې نه راتلو. نو چې پۀ هغې کښې څومره غلاګانې شوې دي او چا کړې دي!!! دلته دې خبرې ته هم فکر پکار دے چې دا د غلا تفصيل خو يواځې د هغه رقم دے چې امريکې ورکړے دے، ولې د دې نه ډې زيات رقم خو سعودي او نورو عربو شېخانو او شتمنو ورکړے دے؛ د هغې حال به څوک ووائي او تفصيل به ئې څوک چاپ کوي؟

    د دې ټولو تحقيقاتي ټيمونو مرکزي کردار يو اسرائيلي جاسوس اريبن مناشے (Ari Ben-Menashe) دے. دۀ دا ټوله واقعه يو امريکن Seymour Harsh ته کړې ده چې هغۀ پۀ خپل کتاب The Samson Option کښې د دې ذکر کړے دے. ولې خصوصيت سره د افغانستان د جهاد د فنډ د غلا تفصيلي بيان Lawrence Lifschultz د ‘فارايسټرن اکنامک ريويو’ خصوصي نمائنده پۀ ماچ 1987 کښې چاپ کړے دے. د واشنګټن پوسټ نمائنده Bob Woodward د ديارلسمې جنورۍ 1987 پۀ شماره کښې دا هر څۀ ليکلي دي او بيا ئې د Friday Times لاهور کښې تفصيل درج دے. اريبن مناشے د اسرائيل د دفاع پۀ محکمه کښې انټيلېجنس افسر پاتې شوے دے. دے بيان کوي چې د اسرائيل يو ډېر مضبوط ټيم درې کاله پۀ پاکستان کښې موجود ؤ. د دۀ پۀ ذمه دوه کاره وو: يو خو دا چې چونکې اسرائيل پۀ دې پوهه ؤ چې د هغۀ وجود ته اصلي خطره د عراق نه ده، نو د دې وجې نه د اسرائيل دا کوشش ؤ چې د عراق پۀ خلاف د ايران سره کومک وکړي. وائي چې اسرائيل ته پۀ دې هېڅ فرق نۀ پرېوت چې پۀ ايران کښې يو اسلامي حکومت دے کۀ شنهشاهي – دے وائي چې اسرائيل د ايران سره مرسته د پاکستان پۀ لاره کوله او پۀ دې لاره دې درې کاله کښې اسرائيل د شپږ سوه ميليون ډالرو امداد ايران ته لېږلے دے. يعني د اسرائيل وسله به اول پاکستان ته راتلله او دلته نه به بيا ايران ته لېږلې شوه. يعني پاکستان پۀ دې سازش کښې شامل ؤ. عجيبه خو دا وه چې پاکستان پۀ ظاهره خو د اسرائيل رياست د سره هډو تسليموي هم نۀـ، ولې د هغۀ يو ذمه دار ټيم دلته ناست دے او د مسلمان ورور ملک عراق پۀ خلاف د اسلامي مملکت پاکستان پاکه خاوره د اسرائيل د جاسوسۍ اډه ده. دوېمه ذمه واي د اسرائيلي ټيم دا وه چې دوي د افغانستان مجاهدينو له ټرېننګ ورکولو. يو خو د فوجي منصوبه بندۍ (Training in Military Tartira) او بله د sophisticated اسلحې د استعمال زدکړه. وې چې دې د يهودو ټيم ته د حکومت پاکستان د طرف نه هدايات وو چې تاسو به صرف د ګلبدين حکمتيار مجاهدينو له ټرېننګ ورکوئ او دے دا دعويٰ هم کوي چې ګلبدين پۀ دې خبر ؤ چې د دۀ انسټرکټران يهوديان دي. تر دې وئيلے شي چې دا يهوديان بيا د هم دې حکمتيار د مجاهدينو سره افغانستان ته دننه هم تللي دي او پۀ دغه ‘اسلامي جهاد’ کښې دا يهوديان شهيدان شوي هم دي.

    ولې اريبن مناشے خو د بل غرض د پاره راغلے ؤ. هغه اسرائيل چې به خپله وسله کومه د پاکستان پۀ لاره را لېږله، هغه خو پۀ خپل ځاے، دے خو د دې د پاره راغلے ؤ چې کومه وسله امريکه د سي اٰئي اے پۀ لاس د افغانستان د جهاد د پاره را لېږي، چې دغه د افغانستان د جهاد وسله دے د عراق بر خلاف پۀ جهاد کښې استعمال کړي.

    نو مناشے وائي چې ما پۀ لندن کښې 1984 کښې د جنرل فضل حق سره يو څو ملاقاتونه وکړل )جنرل فضل حق دغه وخت د پښتونخوا مارشل لاء ګورنر ؤ(. دے وائي چې زۀ بيا د پوره ټيم سره پېښور ته راغلم د 1985 پۀ مني کښې – او دا هم ښائي چې پۀ بدلو نومونو او جعلي پاسپورټونو پۀ ‘پارک هوټل’ کښې دېره شو. او وائي چې مونږه د 300 ميليونه ډالرو وسله پۀ بيعه واخستله. دے وائي چې د دې وسلې سودا له زۀ پېښور ته ځکه راغلم چې دا وسله به اٰئي اېس اٰئي تر پېېښوره پۀ کاغذونو کښې را رسولې ښودله. نو دے وائي چې دا وسله بیا مونږ د پېښور نه پۀ ټرکونو کښې ايران ته واړوله.

    کله چې د امريکې پۀ ‘واشنګټن پوسټ’ کښې دا مسئله وچېړلې شوه نو هلته د امريکنو يوه اداره (Federation for American Afghan Action) چې د جهاد سره ئې امداد کولو، دا امريکې امداد چې پۀ کوم مقدار کښې را روان ؤ، د هغې تفصيل هم Eiva بيان کړے دے چې دا پۀ 1983 کښې 75 ميليونه ډالره ؤ، پۀ 1984 کښې 122 ميليونه ډالره شو او پۀ 1985 کښې 280 ميليونه ډالره او پۀ 1986 کښې 470 ميليونه ډالره شو – نو هغه د وسلې هغه د 300 ميليون ډالرو سودا خو پۀ خپل ځاے وه، ولې دې نغد امداد کښې چې څومره غلا شوې ده، د دې د پاره ئې يوه تحقيقاتي کمېټي مقرر کړله چې د هغې مشر اېنډريو ايوا (Andrew Eiva) ؤ. ايوا وائي چې ما پوره تحقيق وکړو نو د 1980 نه تر 1984 پورې چې کوم 342 ميليون ډالره امداد راغلے ؤ، هغې کښې صرف شپږ ميليون ډالره افغان مجاهدينو ته رسېدلې دي. هغۀ ووې نورو هم دا بنيادي تپوس کړے دے نو چې دا مال چا وخوړو؟ ايوا پۀ خپله وائي،

    Pakistan’s ISI run by Major Gen. Akhtar Abdul Rehman which over seen the transfer of money and arm to the rebels, is responsible for the theft of millions of dollars in funds and military equipment.

    ايوا وائي چې جنرل اختر پۀ خپله ايماندار ؤ خو:

    Two of his former generals, now both retired, have become overnight millionaires…. and they made their money off. US aid to Afghanistan.

    دا خبره خو يواځې اېنډريو ايوا نۀ وائي بلکې بريګېډئير يوسف هم دا پۀ خپله تسليموي چې دا ټول رقم چې د امريکې سي اٰئي اے د هر طرف نه را ټولولو، نو بيا به ئې دغه ټول رقم اٰئي اېس اٰئي ته حواله کړو او هم دا رنګې وسله چې د هر ملک نه امريکې اخسته او را رسوله ئې، نو دا به هغوي د کراچۍ پۀ بندر اٰئي اېس اٰئي ته حواله کوله او د هغې د تقسيمولو او مورچو او مجاهدينو ته د رقم او وسلې ورکولو ذمه واري ټول پۀ ټوله د اٰئي اېس اٰئي وه. نو لازمي خبره ده چې د دې ټوله ذمه واري هم پۀ جرنېل عبدالرحمان راتلله او د هغۀ پۀ عملې.

    ايوا خو وائي چې دا ما ته معلومه ده چې دوه جرنېلان خو شپه پۀ شپه لکهـ پتيان کروړ پتيان شول، خو نومونه هغه نۀ اخلي. د جنرل اختر د پاسه بيا جنرل ضياء الحق ؤ، نو د هغۀ پۀ حقله لارنس لفشلټر پۀ خپل مضمون کښې ليکي چې د ضياء الحق پۀ حقله خو يو معروف شيو ليډر ووې چې هغۀ پۀ خپله څو څو واره پۀ دې سلسله کښې جرنېل صاحب سره ملاقاتونه کړي دي او نۀ يواځې دا چې هغه پۀ دې سودا خبر ؤ، بلکې:

    ….was not only aware of the arrangement but was its principle sponsor in Pakistan.

    او هم پۀ دې سلسله کښې د سي اٰئي اے د مشر ويليم کېسي او د ضياء صاحب د دوستۍ او نزدې تړون خبره کېدله – بلکې وډ ورډز خو دومره پورې وائي چې د افغانستان د دې سلسلې نه علاوه نور هم ضياء صاحب امريکې له مراعات ورکړي وو چې پۀ ګلګت او چترال کښې د جاسوسۍ اډې جوړې کړي چې د روس پۀ فوځي نقل و حرکت نظر ساتي او پټ د راز خبرې او احکامات ئې اوري.

    پۀ دې سلسله کښې د توجه خبره دا ده چې کله دا انکشاف د پاکستان پۀ دې اخبار کښې چاپ شو نو ما انتظار کولو چې حکومت پۀ سرکاري طور د دې خبرې ترديد وکړي، ولې چې يو ډېر خطرناک او ملک دښمن الزام لګېدلے ؤ او د درې مشرانو جرنېلانو خو پۀ کښې پۀ نامه يادګيرنه شوې وه – يو د ملک او فوج سربراه ضياء الحق صاحب، بل اختر عبدالرحمان او درېم جنرل فضل حق – نو ما چې قابو دوه هفتې انتظار وکړو نو زۀ د پېښور پۀ ضلع د وکيلانو پۀ دعوت مېلمه شوے وم، نو ما هلته پۀ خپل تقرير کښې دا خبره وچېړله چې دا دومره لوے او خطرناک الزام لګېدلے دے او سرکار غلے ناست دے!!! نو د مضمون د تفصيل د بيانولو نه پس مې د حکومت پاکستان نه مطالبه وکړله چې د دې الزاماتودې پۀ ډېره اوچته پېمانه تحقيق وشي او چې پۀ چا جرم ثابت شي نو هغوي له دې داسې سزا ورکړې شي کومه چې د ملک د يو غدار او د وطن د يو خائن کېدلې شي.

    سرکار خو به لا خوځېدۀ او لا نۀ، خو د جنرل ضياء الحق صاحب زوے چې وزارت ورته پۀ وراثت کښې ورکړے شوے دے، ډېر پۀ قهر شو. وې چې ولي خان د پاکستان جوړولو مخالف ؤ او ما څۀ چې تر باچا خان پورې لاړ چې دا د ملک دښمنان دي وغېره وغېره. بې ځايه او بې مطلبه الزامونه ئې ولګول، خو د مطلب خبرې له را نۀ غے. ما جواب کښې ووې چې ما خو د رسالې د يو خبر پۀ حواله صرف مطالبه د تحقيق کړې ده، نو دا مطالبه خو پکارده چې د ضياء الحق او اختر عبدالرحمان زامنو کړې وے، ولې چې تر څو د يوې خبرې باقاعده ترديد و نۀ شي او عدالتي کاروائي د دوي پلار بې ګناه ثابت نۀ کړي نو دوي خو پۀ دغه غلاګانو کښې شامل دي!!! نو پکار دي چې د دوي او دغو نورو جرنېلانو پۀ حقله هم مکمل تحقيقات وشي. نو د تحقيقاتو او مقدمې چلولو درخواست خو د ملک سره غداري نۀ ده!!! او ما پۀ خپل بيان کښې د ضياء الحق صاحب زوي له دا مشوره هم ورکړله، ما وې چې د ولي خان نه څۀ غواړې، کۀ نور څۀ نۀ شې کولے او پۀ امريکنو بادارانو دې وس نۀ رسي نو پۀ دې اخبار واله خو مقدمه وکړه کنه!!! او د امريکې او پاکستان د افسرانو د تابعدارۍ او د ملک سره د وفادارۍ به کومه کومه قصه يادوې!!! جارج ارني پۀ خپل کتاب Afghanistan کښې ليکي:

    According to CIA field reports, Washington had to put the Pakistan Director of Military Intelligence on its payroll in order to ensure Pakistani co-operation for its activities and to keep tab on what Pakistan was up to. (Pg. 150)

    نو چې د پاکستان د فوجي انټيلېجنس ډائرېکټر د سي اٰئي اے نه تنخوا اخلي نو پاتې څۀ شول؟ او کۀ څوک لکه زما هسې دا يوه مطالبه وکړي چې د دې هر څۀ تحقيقات دې حکومت وکړي نو هغه غدار، ملک دښمن او د اسلام نه مخالف د کافر روس لا د هندوستان اېجنټ دے!!! دا خو د دې سپېرۀ ملک بدبختے دے چې د هېڅ چا سره هم څۀ د هغوي د عمل حساب کتاب و نۀ شو او هر يو وروستو حاکم چې راځي نو هغه د کفن کش د زوي خبره چې بابا! خفه کېږه مۀ، خلک به تا پسې ارمان وکړي – ولې چې زوي به ئې د کفن ويستلو سره سره مړي کښې لرګے هم ټومبۀ. نو دلته هم خلک بيا هغه تللي حاکم پسې ارمان کوي، ولې چې دا سلسله ختمېږي نۀ.

    د پاکستاني فوج پۀ خپله ننوتل افغانستان ته:

    برېګېډئير يوسف پۀ خپل اقبالي بيان کښې اعتراف کوي چې:

    We at ISI were sending Pakistani military personnel into Afghanistan from 1981 through to 1986 – I know because it was part of my job to select individuals… at their peek in 1984, not less than 11 such teams operated against Kabul, 2 against Bagram Air field and 2 around Jalalabad. (Pp.113)

    )کتاب ليکي: روس له شکست ورکړئ خو ‘پښتو’ ژبې ته ‘پښتون ژبه’ وائي(

    Normally a team would consist of an officer (usually a major), a JCO and an NCO, one of them had to be a Pashtun speaker.

    د دې د پاسه قوي او واضحه ثبوت چا ته څۀ پکار دے چې برېګېډئير صاحب ګويانه دے چې د پاکستان فوج اېغ پۀ نېغه عن پۀ خپل ځان پۀ افغانستان دننه جنګ کښې برخه اخستې ده. د مېجر پورې افسران پۀ خپله پۀ مختلفو مورچو جنګېدلي دي او د مختلفو ډلو د افسرانو ذکر پۀ خپله کوي. هسې خو ډېر کافي ذکر د دې خبرې وخت پۀ وخت شوے دے چې دا برېګېډئير پۀ خپله هم افغانستان ته څو څو واره تللے دے، ولې دا دے چې کوم يادوي، دا هغه ټيمونه وو چې د دوي دننه مستقل موجود وو او پۀ جنګ کښې ئې باقاعده برخه اخستې ده.

    These officers and N.C.Os had to live and fight as the Mujahideen. (Pp. 114)

    يوه دلچسپه خبره کوي چې “دې پاکستاني فوجيانو له مونږ هر څۀ ورکول خو د ځان د وژلو د پاره مو ورله د زهرو ګولۍ نۀ ورکولې.” د تخريب کارۍ او پۀ پټه د مداخلت پۀ سلسله کښې د خپل اصلي شناخت د پټولو د پاره دې نوره دنيا کښې داسې تخريب کارانو سره زهر وي او چې پوهه شي چې اوس ګېر يم او د خلاصي درک ئې نۀ لګي نو زهر وخوري او ځان مړ کړي چې د دښمن لاس ته دا ثبوت پۀ ګوتو ور نۀ شي چې دا د بل ملک اېجنټ ؤ؛ لا ورله بيا دومره تکليف ورکړي چې د نورو ملګرو حال ووائي او سازش ثبوت ته ورسي. دا هم د خپل منزل مقصود سره د روحاني او ايماني تړون زور دے چې يو بنيادم د هغه خپل مقصد د پاره د خپله لاسه ځان ووژني. نو زۀ نۀ شم وئيلے چې د پاکستان دې لېږلو فوجيانو کښې به څومره افسران داسې وو چې ځان به ئې قربان کړے وي او د څۀ د پاره وو؟ خو بريګېډئير پۀ خپله هم ږيره پرېښې وه او دې نورو فوجيانو به هم لکه د مجاهدينو ږيرې پرېښې وې، اسلامي رضاکاران وو نو د زهرو نۀ ورکولو د پاره هم بريګېډئير صاحب ‘اسلامي جواز’ پېدا کړے دے – وائي چې زهر مونږ ځکه نۀ ورکول چې پۀ اسلام کښې ځان وژل حرام دي. د ‘مولوي ضياء الحق صاحب’ د دې طالب او چڼي نه څوک دا تپوس وکړي چې د دۀ پۀ اسلام کښې ځان وژل حرام دي، خو هم د دۀ پۀ اسلام کښې د بل مسلمان وژل روا نۀ بلکې جهاد دے؟

    د دې مسلمانانو د وژلو پۀ سلسله کښې ما د ګلبدين حکمتيار نه هم تپوس کړے ؤ. ما ورته وې چې د قران واضح حکم دے چې چا يو مسلمان ارادتاً قتل کړو نو پۀ دنيا ئې ذلت دے او پۀ اخرت کښې به جهنم ته ځي او هلته به ټول عمر پورت وي؛ نو ما وې تا د مسلمان وژلو له د ‘جهاد’ نوم ورکړے دے؟ نو پۀ دې اسلام خو مې لږ پوهه کړه! خبره اوږدېدله، نو ما وې يو لنډ تپوس درنه کوم – چې ستا پۀ وېنا خو پۀ کابل کښې ‘خلقيان’ او ‘پرچميان’ کافران دي نو د هغوي قتل خو جهاد دے؛ خو ما وې تپوس کوم چې د دې کابل دا ټول خلک پرچميان او خلقيان دي کۀ نه مسلمانان هم پۀ کښې شته؟ ولې چې تۀ وائې چې زمونږ ملګري هلته هم موجود دي. ګلبدين وې چې نه! هلته خو ډېر ښۀ مسلمانان شته. نو ما وې پۀ دې مې پوهه کړه چې تۀ د څلوېښتو ميلو لرې نه يو راکټ د کابل پۀ ښار ور شتۍ کړې نو تا دې راکټ له دا سبق ورکړے دے او هغه دې پۀ دې پوهه کړے دے چې تۀ به صرف پۀ ‘خلقي’ او ‘پرچمي’ پسې ګرځې او هغه به وژنې!!! او کۀ دا راکټ پۀ خطا چرته پۀ سکول، مکتب، دارالعلوم، جومات، شفاخانه، يتيم خانه او يا پۀ بازار کښې پرېوت او ستا پۀ وېنا هلته مسلمانان پرې مړۀ شول، بچي او زنانه، رنځوران او پۀ نمانځۀ ولاړ خلک قتل شول نو د دغه مسلمانانو د قتل ذمه وار څوک دے؟

    نو چې پۀ خپله بريګېډئير يوسف کتاب ليکلے دے او پۀ خپله پۀ پوره ذمه وارۍ او فخر دا خبره کوي چې زۀ ځکه دا وايم چې د پاکستان د فوج افسران او غړي پۀ افغانستان کښې دننه جنګېدل چې زۀ هغه ذمه وار افسر يم چې ما به د دوي چوڼ لا نامزدګي کوله. نو د دې کتاب د لوستلو نه پس به هم هغه خبره ثبوت ته ورسي چې حکومتِ پاکستان دروغ وې، وزارتِ خارجه او د هغې افسرانو دروغ وې، د پاکستان د فوج سربراه ئې دروغژن ثابت کړو، د ملک سربراه ضياء الحق صاحب ئې دروغژن او ناحق ثابت کړو او د اسلام نه ئې خارج کړو.

    د ضياء الحق صاحب پۀ حقله ئې هم ډېر څۀ ليکلي دي او دا پۀ ډاګه وائي چې د امريکنو اعليٰ او اوچتو افسرانو سره کانفرنسونو او مرکو کښې به دے ناست ؤ او د هر څۀ نه دے پوره پۀ پوره خبر ؤ، او خبر څۀ چې هر څۀ د هغۀ د هدایاتو او حکم لاندې کېدل. پۀ خصوصيت سره د سي اٰئي اے د مشر کېسي سره ئې ډېر نزدې تعلق بيانوي او دا هم ليکي چې چا به ډېره بهادري وښودله نو هغې مجاهدينو له ضياء صاحب پۀ خپله پۀ خپل لاس مبارک باندې انعامونه او سندونه ورکړي دي. تر دې چې کومو پاکستاني فوجي افسرانو او سپاهيانو د دوي سفارش کړے دے نو هغوي له ئې هم سندونه او انعامونه پۀ خپله ورکړي دي. نو دا کتاب چې سړے ولولي او بيا ورته هغه د ضياء صاحب هغه قسمونه او انکار را يادېږي نو د سړي د دې خلکو هغه اسلام خو اوچت مقام دے، د دوي د انسانيت نه هم د بنيادم کرکه پېدا شي چې دا پۀ امريکې مئين او پۀ حقيقت کښې پۀ امريکې خرڅ دا پاکستانيان څنګه پۀ بې رحمۍ د اسلام دا پاک نوم د يو غېر قام د فائدې د پاره استعمالوي او هغه کافر قام د پاره خپل مسلمان ورور هم د اسلام پۀ نامه وژني.

    او چې کله بيا هغه تفصيل سړے ولولي، کوم چې پۀ افغانستان کښې د اسلامي جهاد پۀ سلسله کښې د دې اختياري برملا او پۀ ډاګه ليکي چې “زمونږ د دغې مقصد د حاصلولو د پاره درې ذريعې وې )مخ (149:

    1. اوله حصه کابل ته د لارو بندولو وه چې هلته د هر قسمه رسد رسول بند شي. وسله خو پۀ هوائي جهازونو هم را رسېدله، ولې اصلي مقصد د خوراک د سامان بندول وو چې افغانستان ته د خوراک سامان نۀ رسي. يعني مطلب دا چې د افغانستان خلک د لوږې نه وژل وو چې هلته قحط پېدا کړي.
    2. دوهمه حصه د تخريب کارۍ او د قتلونو – ليکي چې مونږ کوشش کولو چې د جهازونو هوابازان قتل کړو. تر دې ليکي چې مونږ دومره وکړې شوه چې د کابل يونيورسټۍ د خوراک د هال د ميز لاندې مو بم کېښودو چې د نورو نه علاوه پۀ کښې يوه ښځه پروفېسره هم قتل کړې شوه او داسې جنرل عبدالودود مونږ بۀ خپل دفتر کښې قتل کړو او د نور چا به څۀ وائې، ليکي:

    We made several attempts to kill Najibullah, both times when he was Head of the Khad and after he became Presidents. (Pg. 146)

    1. د کابل ښار تباهي – لکه څنګه چې د جرنېل اختر عبدالرحمان حکم ؤ، د باب پۀ سر ليکلي دي چې “Kabul must Burn” – د مجاهدينو د مختلفو ډلو د بېلو بېلو ګروپونو نه علاوه دے پۀ خپله وائي چې زما اووۀ ګروپونه او ټیمونه د دې کار د پاره پۀ خصوصيت سره ټاکلے شوي وو او دا ذمه واري ور پۀ غاړه شوې وه چې د کابل ښار لۀ منځه يوسي او وائي چې پۀ زرګونو لکهونو راکټې مونږ پۀ کابل ور وورولې او پۀ ښاريه کښې دننه هم تخريب کاري پۀ منظمه طريقه د منصوبې د لاندې روانه وه. وائي چې صرف د رېډيو کابل د پاره حکم ؤ چې کوشش پکار دے چې هغې اړخ ته چرته راکټ لاړ نۀ شي، ولې چې د هغې پۀ خوا کښې د امريکې سفارتخانه ده.

    پۀ دې درې واړو منصوبو کۀ لږ غور وشي نو دې کښې کوم قدم د روس بر خلاف اخستلے شوے؟ پۀ نامه خو د روس بر خلاف د اسلام پۀ نوم جهاد ؤ؛ وسله دې امريکه، چين، برطانيه ورکوي او نور خو پرېږده چې د يهودو وسله راځي او هغه فوجي ماهرين او انسټرکټران موجود دي او د ګلبدين حکمتيار سره تړلي دي!!! د سړي زړۀ خوږ شي. د پاکستان د دې فوجي او د امريکې د دې بالکي پۀ خبره خو سړے پوهېږي، ولې حېرانتيا خو د افغانستان دې بنياد پرسته مُلا ته ده چې خپل د جنت پۀ شان ملک ئې د اور پۀ لمبو وسېزۀ. کلي، لارې او درې ئې د خپلو بچو پۀ وينو خړوب کړلې. پۀ لکهونو مسلمانان ئې قتل کړل – د چا د پاره؟ او لوبه خو دا ده چې نۀ يو امريکن مړ شو او نۀ ئې خپل وطن امريکې ته څۀ نقصان ورسېد. نن ملا بربنډ لغړ ولاړ دے چې څنګه ئې خپل نجيب او غېرتي قام د اسلام پۀ مقدس نامه پۀ کافرو پۀ پېسو خرڅ کړو او د تخت و تاج د خوبونو پۀ اسره ئې خپل ملک تباه او برباد کړو او پۀ لکهونو خپل ګلالي بچي ئې د خاورو خوراک کړل. جنګ د چا ؤ؟ ګټه د چا کېږي؟ او قرباني څوک ورکوي؟ دا اعتراف نن د پاکستان د فوج يو افسر پۀ خپله د هغې رازونو نه پرده پورته کوي.

    “باچا خان او خدائي خدمتګاري”،درېم ټوک، مخونه 743-732

    روان سياسي حالات:

    د ولي خان بابا د تاريخي شاهکار ‘باچا خان او خدائي خدمتګاري’ نه مو دغه درې برخې ستاسو وړاندې کېښودې.

    نن پۀ دې ملک او دې خطه کښې روان سياسي حالات څۀ دي؟ پاکستان کښې به يو فوجي ډکټېټر جنرال ضياء نېغ پۀ نېغه حکومت نۀ کوي خو پارلېمان نېغ پۀ نېغه د فوج لاندې دے. د ټولو محکمو انتظام ته فوجي افسران لکه د ‘برطانوي نمائندګانو’ ناست دي. د ملک ائين عملاً معطل دے او پښتونخوا کښې نېغ پۀ نېغه د يو اېکټ لاندې مارشل لاء لګولې شوې ده. بلوچستان کښې د کور کمانډر او د کوئټې د طالبانو شوريٰ حکومت دے. قبائلي سيمې چې د يوې اوږدې سياسي او ائيني مبارزې نه پس د خېبر پښتونخوا برخه ګرځېدلې دي، هلته د ملک اساسي ائين له لاره نۀ ورکولې کېږي او د سياسي فکر د وژنې وروستۍ واقعه پۀ کښې د عارف وزير پۀ رڼا ورځ د هغۀ د کور مخې ته قتل دے. کۀ څوک پۀ رڼا ورځ يو ښکاره سړے د هغۀ د کور مخې ته وژني نو دې نه بې د دې بل څۀ مطلب کېدے شي چې ‘نا معلوم’ څومره ‘بې وېرې’ او څومره ‘ډاډه’ دي!!!

    عجيبه منطق دا دے چې افغانستان کښې ‘طالبان’ چې د پاکستان د فوج ګوډاګي عمران خان ورته پېښور کښې د دفترونو ورکولو پېشکشونه کول، قطر کښې د کافرې او اسلام دشمنې امريکې سره روغه کوي خو د افغانستان حکومت سره روغه نۀ کوي!!! د مېندو ګېډو او غېږو کښې ئې تنکي ماشومان هم د وحشت ښکار شول.

    ملک کښې د اتلسم ائيني ترميم د ختمولو سازشونه فوجي سرپرستۍ کښې روان دي. اتلسم ائيني ترميم د دې ملک ټولو سياسي پارټيو پۀ داسې متفقه طور منظور کړے دے چې قدرې يو ووټ ئې هم مخالفت کښې نۀ دے راغلے!!! د اسفنديار ولي خان دا خبره چې “د درېو ووټونو پۀ اکثريت ولاړ حکومت اتلسم ائيني ترميم له د ګوتو ور وړلو جرأت هم نۀ شي کولے” د موجوده حکومت د بد نيتۍ ائيني ناکامۍ ته يوه اشاره ده – خو دا دې مونږ کله هم د پامه نۀ غورځوو چې دغه د درېو ووټونو اکثريت د فوج، عدليې او احتساب کمېشن پۀ ډانګورو ولاړ دے او دغه ډانګورۍ د سياسي جماعتونو د “مشترکه” جدوجهد نه بغېر پڅول ګران دي. ]ولي خان بابا ‘د روان فرهادي سره مرکه’ کښې دې حکمت عملۍ ته اشاره کړې ده او عوامي نېشنل پارټۍ عملاً دا ثابت کړي دي.[

    دا وخت د مسلم ليګ )نون( يوه برخه ‘خپلو مجبوريو’ حکومت سره ودرولې ده او پاتې مسلم ليګ نه لکه د نورو ګوندونو ‘خپلو مجبوريو’ ژبې پۀ نوکونو نيولې دي. د کورونا پۀ شا ډېر څۀ روان دي!!! دې حالاتو کښې عوامي نېشنل پارټي يواځينۍ اسره ده. لکه څنګه چې د نېشنل د دوو صوبو صوبائي صدرانو اصغر خان اڅکزي او اېمل ولي خان اعلان کړے دے، “کۀ اتلسم ائيني ترميم کښې ګوتې وهلې کېدې نو مونږ به پۀ کورونا هم ايسار نۀ شو او احتجاج به کوو”؛ د اوس نه دې احتجاج ته لارې سمول پکار دي. د “پښتون قامي جرګه” فېصلې زوتول پکار دي، نورو سياسي ګوندونو سره رابطې کول پکار دي. نېشنليان بمونو هم نۀ دي ايسار کړي. تاريخ ګواه دے.

    1. پاکستاني نصاب کښې د څلورم ټولګي ماشومانو ته د رېفرنډم پۀ قصه ‘د تاريخ قتل’ کښې دا بحث پۀ دې کرښه راټول کړے شوے دے )”پښتون”(:

      “To tell lies is bad; to tell them to 4th class students is worse; to tell them in a textbook is unforgivable.”

      K.K. Aziz, The Murder of History, Lahore, Sang-e-Meel Publications, 2015, Pp. 179

  • د شلمې پېړۍ د پښتونخوا دوه تاريخ ساز شخصيتونه، فخرِ افغان باچا خان بابا او شېخ القران مولانا محمد طاهر – سليم خان اېډوکېټ

    د صوابۍ خاوره د خدائي خدمتګارۍ خاوره ده او دلته د خدائي خدمتګارانو پۀ اړه د سليم خان لالا معلوماتو ته سړے وپسخېږي. زۀ چې کله هم د نورو سيمو ملګرو ته د هغوي پۀ سيمو کښې د خدائي خدمتګارانو د تذکرې خبره کوم نو د سليم خان لالا مثال ورکوم. اوس چې نړۍ کورونا خپي نيولې ده، سليم خان لالا خپل د خدائي خدمتګارانو پۀ اړه ياداشتونه پۀ ټولنيزو رسنيو خپروي او ما د ټک سره سجاد ژوندون باندې سپارښتنه کړې ده چې د هغوي هره ليکنه خوندي کوي.

    دا ليکنه چې مونږ ئې دلته خپروو، پۀ وړومبي ځل د پېښور ورځپاڼه ‘شهباز’ کښې چاپ شوې وه. ورځپاڼه ‘شهباز’ يوه زمانه کښې يواځينے قام پرست او ترقي پسند اخبار او د عوامي نېشنل پارټۍ رسمي ترجمان ؤ. اوس ترقي پسند دے، پروفېشنل دے او بېخي ازاد دے.

    د سليم خان لالا دا ليکنه د باچا خان او د پنجپير مولانا صاحب تر منځه د يو ملاقات خاطره ده، خو د ليکنې عنوان کښې “د شلمې پېړۍ د پښتونخوا دوه تاريخ ساز شخصيتونه” ليکلو سره دې کښې يو ډول د ‘تقابل’ معنې ننوتلې دي. ښاغلي سميع الدين ارمان دغه ليکنه د خپلې دې ملاحظې سره پۀ خپله فېسبوک پاڼه خوره کړه:

    ‘شهباز’ یو ازاد اخبار دے؟ د اظهار رايې پۀ نوم د مفکورې/ تاریخ او تاریخوالې )تاريخيت( قتل جائز دے؟ د بابا، د ولي خان، د غني خان او د اسفندیار خان او اېمل د دې خطې د هر مذهب پاله سره یو د احترام تعلق دے؛ نو د دې تعلق پۀ بنیاد دا یو شان د مشاهیرو پۀ یو صف کښې ودرول انصاف دے؟ بیا د باچا خان او د پنچ پير د شېخ صاحب تقابل د یوې خاطرې پۀ زور کول؟ دا د باچا خان کوم قسمه توهین دے!!! د سلیم خان نۀ، کۀ دا د اسفندیار خان او د اېمل خان لیک هم وے او د ‘شهباز’ مدیر اجمل )خټک( یا قلندر )مومند( وے، نو دا د ټکو تقدس او د لیک د حرمت پائمالي به ئې نۀ وه کړې.

    د یو رواجي نوټ چې “د ادارې او ایډیټر د لیکوالانو د رايې سره اتفاق ضروری نۀ دے” د دومره نا بالغۍ لپاره کافي دے، کۀ نه د مفکورې تاریخوالي او خصوصاً د باچا خان پۀ باب له د یو یو حرف ذمه وارانه پاسداري فرض ده؟

    وروستو چې پۀ دغه ليکنه يو شمېر ملاحظې راغلې، ښاغلي ارمان خپل استدلال کښې ووئيل،

    مطلب اسفندیار او مولانا حامد الحق د یویشتمې پېړۍ تاریخ ساز شخصیتونه دي – دلیل؟ – حامد الحق ابن سمیع الحق پښتون قامي جرګه کښې د اسفندیار سره باچا خان مرکز کښې ملاو شوے ؤ کنه او یو بل ته ئې ډېر احترام لرلو! او د دواړو خپل خپل مېدان کښې جدا جدا خدمات هم دي!!! دا د پېړيو پېړيو عهدسازي داسې کېږي؟

    د سوات نه ښاغلي عطاء الله جان اېډوکېټ وليکل:

    د سوات پۀ حالاتو خرابولو کښې د اشاعت التوحيد والسنة برخه لۀ هر چا سېوا وه.

    ښاغلي قېصر اپريدي د کراچۍ نه خپل اند څرګند کړے:

    زما پۀ خیال دا لیکنه د باچا خان او پنچ پیر مولانا پۀ تعلقاتو او یو تر بله د نظریاتي او عقیدوي احترام پۀ مواد اډاڼه ده. کۀ چرې تاریخي طور یا د حقائقو پۀ لحاظ داسې شوي وي نو بیا ئې نۀ بیانول څۀ معنٰي لري!!! د پنج پیر مولانا وروستنۍ خېلخانه کۀ پۀ نظریاتي لحاظ بدله شوې وي، پۀ دې کښې بیا د مولانا څۀ قصور دے؟ حال دا چې خپله مولانا پۀ خپل کردار کښې مثلاً دومره شفاف ؤ چې باچا خان ئې پۀ ژوندوني اعتراف کړے دے. ما ته د دې پۀ چاپ کولو کښې څۀ قباحت پۀ نظر نۀ راځي، بلکې حقائق هر چا ته رسېدل پکار وي.

    هم د سوات نه ښاغلي همايون مسعود ليکلي وو:

    زۀ نۀ پوهېږم چې سميع الدين ارمان صاحب دومره جذباتي شوے ولې دے؟ دا د باچا خان سره د عقيدت انتها ده کۀ د مولانا سره د نفرت انتهاء؟ يوه عامه خاطره ده د دوو لويو هستيو د ملاقات چې يو بل ته ئې مينه لرله او د يو بل د خدماتو معترف وو. دواړه لويې هستۍ وې. يو پښتون ته ازادي غوښته او بل د پښتون پۀ ديني اړخ کار کولو. باچا خان بد بخته پښتون ازاد نۀ کړے شو، متحد ئې نۀ کړے شو، پۀ يو مرکز ئې را غونډ نۀ کړے شو. پخوا هم غلام ؤ او نن هم غلام دے. خو پۀ دغه ارمان کښې ئې خپله هستي خاورې کړه. د عمر زياته برخه ئې پۀ جېلونو کښې تېره کړه.

    پنج پير ملا هم خپل ټول عمر د پښتون د دين پۀ احياء کښې تېر کړے دے. نن د پښتون پۀ علاقو کښې نۀ بدعات شته نۀ قبر پرستۍ شته. ما د 1980 نه مخکښې شل کاله ليدلي چې د سوات خلک پۀ کومه قبر پرستۍ او بدعاتو کښې ککړ وو او زما ګمان دے چې د نورو علاقو خلک به هم دا اعتراف کوي.

    د ښاغلي مسعود ملاحظه ښاغلي ډاکټر خادم حسېن داسې ځواب کړې وه:

    هر څو کۀ زما د سليم لالا پۀ نېک نېتۍ، خلوص او باچا خانۍ هېڅ شک شبه نشته؛ خو تاسو چې څۀ ووئيل، د هغې ‌‌‌‌‌‌ډېرې عجبه نتيجې راوتلې شي. ما خو ستاسو دغه خبره کښې د استدلال ‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌ډېر کموت محسوس کړو. لږ وضاحت کوم.

    همایون لالا! دې وهابیت نه خو هغه پيري مريدي پۀ شل ځله ښه ښکاري! خلک به راغونډېدل، یوه خوشحالي به جوړه وه. تر څو چې دغه کار ‌ؤ نو ریاست ته د فضل الله غوندې خلک پۀ لاس نۀ وو ورغلي. کله راهسې چې ستاسو پۀ اصطلاح دغه ‘پرسټين اسلام’ راغے نو طالبنائزېشن هم راغے.

    دوېمه خبره دا ده چې د پښتون کلتورکښې وهابائزېشن انتها ګرۍ ته لاره خلاصه کړه. ریاست او د ترهه ګرۍ جهاني نېټ ورک ته ئې کار اسان کړو.

    درېمه خبره دا ده چې باچا خان باندې چې څومره خلک راغونډ وو، دومره تاريخ کښې پۀ چا هم نۀ وو راغونډ شوي. د غلامۍ پۀ دې دوره کښې هم ځان ته ‘پۀ دستوري ډول’ پښتون وئيلے شي، اېن ‌‌‌‌‌‌ډبلیو اېف پي ئې د پښو لاندې کړه، د خپل سيند او غر دستوري حق ئې وګټلو.

    څلورمه خبره دا ده چې افغانستان او پښتونخوا کښې چې پښتون افغان ته دغه د پنجپير مکتبه فکر څومره زیان رسولے دے، دا د تاريخ برخه ده. د سوات طالبنائزېشن، د خېبر د ترهګرۍ او زمونږ کلي کښې د ترهګرۍ مشري پنحپيریانو کوله. کۀ غواړئ چې د کمانډرانو نومونه درته واخلم.

    ځکه، دا خبره به بېخي بې دليله وي چې پنحپيریت ‘پرسټين’ دے، یا دا وئيل به بېخي یو غېر عقلي فکر وي چې پنجپيریت کامیاب ‌ؤ او باچا خان ناکامه ؤ.

    مونږ دا ليکنه د دغه مختلف الخياله ملاحظو سره د ‘پښتون’ برخه ګرځوو. مونږ پۀ دې باور يو چې دا ليکنه د باچا خان او د پنجپير د شېخ صاحب تر منځه د تقابل پۀ هوډ نۀ ده – کۀ داسې وي نو د دواړو سياسي تعبير کښې څرګند فرق دے. د دواړو شخصياتو تر منځه د خبرې کولو پۀ وخت بايد د ‘عدم تشدد’ بنسټيزه نکته تر پامه ولرلې شي.

    دا د يويشتم جون 1982 خبره ده. ستر بابا صوابۍ کښې شېوې کلي ته راغلے ؤ. زۀ هم د نومیاله خدائي خدمتګار د زېدې خان کاکا عبدالعزیز خان سره شېوې ته تللے وم. باچا خان بابا د فېض محمد لالا دوي پۀ حجره کښې ناست ؤ او خلکو ته ئې د اتفاق، اتحاد او قامي بېدارۍ خبرې کولې.

    چې مازیګر شو نو خان کاکا ته ئې ووئیل چې عبدالعزیز خانه! زۀ به تا سره شپې له زېدې ته ځم. پۀ دغه وخت کښې زۀ د خان کاکا سره پۀ کټ کښې ناست وم. ما چې د ستر بابا زېدې ته د تللو خبره واورېده نو خان کاکا ته مې ورو غوندې ډېر پۀ سوال ووئیل چې خان کاکا! پۀ زېده کښې خو باچا خان بابا بلها شپې کړې دي، کۀ دا شپه زمونږ کلي پنج پیر کښې تاسو ستر بابا سره وکړئ نو زما یو لوے ارمان به پوره شي.

    چې باچا خان بابا راپاڅېدلو نو خان کاکا ستر بابا زما موټر کښې کښېنولو او د بابا موټر مونږ پسې روان شو. ما ډرائېونګ کولو، باچا خان بابا فرنټ سیټ او خان کاکا او امیر نواس کاکا د شاه منصور وروستو ناست وو. پۀ لاره ستر بابا پۀ سیټ خاموش ناست ؤ. چې مونږ کله د صوابۍ د بازار نه را تېر شو او زمونږ کلي ته نزدې شو نو خان کاکا ستر بابا ته ووئیل چې باچا خان! نن شپه به سلیم خان سره پنج پیر کښې وکړو. نو ستر بابا ورته ووئیل چې عبدالعزیز خانه! دا خو به ډېره ښه وي، زۀ به د پنج پیر مولانا صاحب سره ملاقات هم وکړم چې زما د ډېر وخت اراده ده، ځکه دا یو رښتونے او قابل او بهادر عالم دین دے چې د سرکار پرست او رواجي ملیانو خلاف ئې ډېر لوے جدوجهد کړے او پښتون قام ئې د ملیانو د ولقې نه خلاص کړے دے او د الله پاک د شوحدانیت نه ئې پښتانۀ خبر کړي دي. سبا سحر به د هغۀ ملاقات له د هغۀ مدرسی ته ضرور ورځو. خان کاکا ورته ووئیل چې باچا خان! پنج پیر مولانا صاحب خو د سلیم خان سخر دے؛ نو بابا ورته ووئیل چې دا خو لا ښه خبره ده.

    با چا خان بابا چې زمونږ حجرې ته را ورسېدو او د کلي خلک چې د ستر بابا د راتللو نه خبر شول نو ټول زمونږ د حجرې پۀ لور را روان شول. ستر بابا خلکو ته تقریر وکړو او بیا خان کاکا او امیر نواس کاکا د شاه منصور د ډوډۍ خوړلو او نمونځ نه پس اودۀ شول او بابا د اودۀ کېدلو نه مخکښې ئې پۀ ما تاکید وکړو چې سحر به د مولانا صاحب مدرسې ته ځو.

    سحر چې ستر بابا پاڅېدلو، د نمونځ نه پس ئې ما ته ووئیل چې کور ته لاړ شه او ما له دوه پیالۍ پخې اوبۀ راوړه. ما چې د کور نه بابا له اوبۀ راوړې او حجرې ته راغلم نو شېخ القران مولانا محمد طاهر المعروف پنج پیر مولانا صاحب د ستر بابا سره ناست ؤ او پۀ خپله باچا خان بابا له زمونږ حجرې ته راغلے ؤ. ستر بابا ورته داسې ګویانه شو چې مولانا صاحب! زۀ خو پۀ خپله نن ستا مدرسې ته راتلم او دا زما د ډېر وخت اراده وه خو الله ته به منظوره نۀ وه. زۀ او ټول پښتون قام ستا د دیني خدماتو معترف یو. پښتون قام رواجي سرکار پرسته ملیانو د الله د دین نه نا خبره ساتلي وو، پۀ تیارو کښې پراتۀ وو، د الله پاک پۀ ځاے ئې خلک قبرونو او زیارتونو ته کښېنولي وو؛ تاسو پۀ ډېره بهادرۍ د دغه خلکو مقابله کړې ده او نن پۀ ټوله پښتونخوا کښې خلک د دغه غېر اسلامي رواجونو د ولقې نه ازاد دي. پۀ دې جدوجهد کښې تاسو سره انګرېز او بیا پاکستان سرکار هم ډېر زیاتے کړے دے خو تۀ د حق پۀ لار ثابت قدم وې – خو دا ښه و نۀ شوه چې تۀ ما له راغلې، زۀ به نن تا له خپله درتلم، ځکه چې هم تۀ پۀ پښتنو کښې د علماء دېوبند رښتونے واحد نمائنده يې.

    مولانا صاحب باچا خان بابا ته ووئیل چې باچا خان! تاسو زمونږ کلي ته راغلي يئ، د پښتون قام مشر يئ، زۀ به تاسو له خپل کلي کښې څنګه نۀ راځم؟ او چې پۀ کومه حجره کښې تاسو ناست يئ، دا زما خپله حجره ده.

    زۀ ستر بابا سره ډېر ګرځېدلے یم خو دومره تعریف ئې پۀ مخ د چا هم نۀ دے کړے او نۀ ئې دومره خبرې چا سره کړې دي لکه مولانا صاحب سره ئې کړې وې. واقعي چې دا دواړه مشران د تېری پیړۍ د پښتون قام اتلان (Heroes) وو. کۀ باچا خان بابا پښتون قام ته د قامي ازادۍ درس ورکړے دے او قام ئې د ازادۍ پۀ معنٰي او مقصد پوهه کړے دے نو شېخ االقران هم پښتون قام د دین اسلام پۀ معنٰي او مفهوم پوهه کړے دے او د دین د سوداګرو رواجی ملیانو د ولقې نه ئې پښتانۀ ازاد کړي دي.

    یاده دې وي چې د پنج پیر شېخ القران پۀ کال 1938 کښې پۀ خپل کلي کښې د قران پاک درس شروع کړے ؤ چې پۀ پښتنو کښې ئې پۀ اول ځل عام خلکو ته د قران پاک درس پۀ اسانه پښتو ژبه کښې پۀ ترجمه ښودل شروع کړل چې تر نن پورې جاري دے او اوس د هغۀ زوے شېخ القران مولانا محمد طیب د مولانا صاحب پۀ چوکۍ ناست دے او هر کال پۀ رمضان کښې پۀ زرګونو طلباء او عام خلک د قران پاک درس ته راځي.

    باچا خان بابا او د پنج پیر مولانا صاحب د پښتون قام محسنان دي او تل به د پښتون قام پۀ زړونو کښې ژوندي وي.

    جنتونه ئې نصیب شه! امین.

  • زما کلے – رفعت پروين بي بي

    نن مې د خپل وړوکوالي غټکۍ ته لاس کړے دے. زړۀ مې غواړي چې دا غټکۍ د خپل کلي د ياد پۀ اوږو سوره کړم چې زما دا مينه پۀ ټول کلي خوره کړي.

    زما د کلي نوم “طورو” دے. د “دا جي” ]حافظ محمد ادريس[ خبره چې “کۀ د يو ټکي علت پۀ کښې نۀ وے نو پۀ ‘طور’ به ناست وم.” “ارض طور” خو نۀ شو خو د علماء د برکته “بخارا” شو. طورو کښې کۀ يو خوا د علماء سيوري وو نو بل خوا د نوابانو هم وو. د علماو پلوشو نوابان هم ځان ته راکښلي وو، ځکه پۀ کښې نوابزاده سعادت خان دارالعلوم جوړ کړے دے. پۀ دې کلي الله پاک ډېرې پېرزوئينې کړې دي. د طورو علماو لکه د روانې چينې د پښتونخوا تر لرې لرې علاقې سېراب کړې دي. د علم تنده به خلکو “طورو” کښې ماتوله. ما خپل وړوکوالے پۀ طورو کښې تېر کړے دے او ډېر خوښ مې دے. کۀ زۀ دا ټول ژوند پۀ بدل ورکړم خو خپل وړوکوالے به واپس نۀ کړم. کۀ د موسمونو بادشاه پسرلے دے نو د ژوند پۀ حساب کښې وړوکوالے بې تخته بادشاهي ده او چې بادشاهي د چا نه لاړه شي نو ولې به ارماني نۀ وي!!! ما ته خو د سلمٰي شاهين دا نظم د ټول کتاب شهزاده ښکاري:

    زۀ هم هغسې وړه وے

    مور مې را نيولے، زۀ نۀ ورله راتللے

    زما وړوکوالے ډېر وخت د طورو سکول کښې تېر شوے دے چې تر اوسه ئې پۀ سترګو کښې ګرځوم. دې سکول يوه کوټه، يوه کوټګۍ، يو منډاوګے او وړوکے شان غولے لرلو. يو کوهے او يوه چونچاړۍ هم پۀ کښې وو. دا وړوکے سکول پۀ مونږ يوه ورځ وړوکے شوے نۀ ؤ. زما کور د کلي يو سر ته او سکول بل سر ته ؤ. زۀ به يواځې روانه وم. ما سره يوه ملګرې نۀ وه چې سکول ته تلله. زۀ به هغې بختورو ته ډېر زهيرېدم. دغه وخت کښې د جينکو سکول ته تلل څۀ ګپ نۀ ؤ. زما چې به د چم ملګرو سره ورانه شوه نو بيا به مې خېر نۀ ؤ. لار به ئې را له څارله، چې سکول ته به تلم نو را ته به ولاړې وې، را ته به ئې وئيل:

    سبق د مدرسې وائي، د پاره د پېسې وائي

    جنت کښې به ئې ځاے نۀ وي، دوزخ کښې به ګسې وهي

    هغه وخت به زۀ هغوي ته ډېره زهيرېدم چې دا بختورې سکول ته نۀ ځي؛ کاش چې زما مور هم د دوي د مېندو غوندې وه نو نن به زۀ د دې پېغوره خلاصه وم. خو يوه د خوند خبره چې نن زما د هغې ملګرو لوڼه د ژوند پۀ هره څانګه د علم پۀ نور ځلېږي. زمونږ خوږ پېغمبر صلي الله علېه وسلم ته پۀ غارِ حرا کښې وړومبۍ وحي “اقراء” ورکړې شوې ده او د هغې ورځې نه پۀ نارينو او زنانو دواړو باندې علم فرض شوے دے. نن چې د طورو ډلې ډلې جونه سکول او کالج ته د هر پېغوره خلاصې روانې دي نو زۀ د الله پاک ډېر شکر ادا کوم چې پۀ دې کښې پرائمري سکول د شمېر د جينکو هغه قدمونه شامل دي چې مونږ به وړې وړې پښې د غنو پۀ پولو کېښودې او د پېغورونو سومبې به مو زغملې. زمونږ هغه وينو رنګ راوړو. زړۀ مې غواړي چې بيا وړه شوې او بې پېغوره سکول ته لاړے خو افسوس چې وخت پۀ مخه روان دے، پۀ شا ته نۀ ګوري. کۀ وخت پۀ شا کتل نو ډاکټر اسرار به دا ولې وئيل:

    خلک بدل شو کۀ بدل شولو وختونه

    جينکۍ – نۀ راځي ګودر ته

    اوس هر څۀ بدل دي. خلکو کره به کوهيان نۀ وو، ويړيا اوبو پسې به ګودر ته جونو جامې يوړې. “لنډے بازار پۀ ګودر ولګېدو”. د پشکال ګودر خو به داسې را ببر شو چې پۀ کټونو کښې اودۀ خلق به ئې بکړ ته ورسول. د هلکانو د هائي سکول وړومبۍ ډډه خو به ئې پۀ وړومبۍ څپه کښې غله ډهېر ته رسوله. چې مونږ به کومو کوڅو کښې لوبې کولې، هغې کښې به بيا کشتۍ چلېدې. اورو چې “زور پۀ زور ماتېږي”؛ د طورو پۀ خونړي ګودر داسې زورور پېښ شو چې سره د شګو ئې ټول ګودر ونغښت، اوس ئې لکه د ښامار پۀ تنګه وله کښې سر پۀ کرښه ايښے د ژوند شپې ورځې شمېري.

  • د اسلامي جمهوريه پاکستان “زوړ کپتان” – مشتاق دراني

    د اسلامي جمهوريه پاکستان “زوړ کپتان” – مشتاق دراني

    مونږ کۀ د مطالعه پاکستان نه علاوه پۀ تاريخ نظر واچوو نو د زوړ اسلامي جمهوريه پاکستان کپتان جناح صاحب هم لکه د نوي پاکستان د کپتان عمران نيازي پۀ رنګه د “کنفيوزډ” خيالاتو مالک ؤ. د هند د تقسيم نه وړاندې زوړ کپتان د تقسيم پۀ حمايت کښې د هندوستان د مسلمانانو همدردۍ تر لاسه کولو د پاره د مذهب د نوم شا ته د “دو قومي نظريې” حمايت کولو )دغه دو قومي نظريه د نن سبا مطالعه پاکستان کښې د پاکستان بنياد ښودلے کېږي( او د هغې د پاره جواز دا ؤ چې هندو او مسلمان دوه بېل بېل قومونه دي – د دوي کړۀ وړۀ، خوراک څښاک او ناسته پاسته د يو بل نه بالکل جدا دي، دوي کله هم يو ځاے نۀ شي اوسېدے او ځکه مونږ د هندوستان د مسلمانانو د پاره د يو بېل او ازاد “مسلمان رياست” غوښتنه کوو )مخکښې به د انسانانو مذهب ؤ، دا پۀ انساني تاريخ کښې وړومبے ځل ؤ چې د رياست د پاره هم مذهب وټاکلے شو(.

    دوي به د هندوستان د مسلمانانو د پاره د بېل او ازاد ملک تصور له يو داسې رومانوي رنګ ورکولو چې ګمان به دا کېدو چې ګنې کۀ دا کار وشو نو پۀ دې بېل ملک کښې به دوي ته هېڅ قسمه مسئله، تکليف او پرېشاني نۀ وي او دا غوښتنه به هغه مسلم ليګ کوله کوم چې انګرېزانو د کانګرس د ماتولو د پاره پۀ خپله جوړ کړے ؤ او د هغوي د خوښې نه بغېر به د مسلم ليګ يوه هم فېصله نۀ کېدله.

    د مثال پۀ توګه، د مسلم ليګ يو ډېر مهم مشر سکندر حيات چې د تقسيم نه وړاندې ئې ډېر وخت پۀ خېبر پختونخوا صوبه کښې د انګرېز نوکري کړې وه، پۀ کال 1941 کښې ئې د مسلم ليګ د نورو مشرانو سره پۀ څۀ فېصلو خفګان راغلو او د مسلم ليګ د پرېښودو پرېکړه ئې وکړه. د هغه وخت وائسراے ته چې د سکندر حيات د ارادې پته ولګېده نو د هغه وخت د پنجاب صوبې ګورنر ته ئې سکندر حيات د دې فېصلې نه د منع کولو د پاره خط وليکلو، د کوم ذکر چې ولي خان پۀ خپل کتاب ‘رښتيا رښتيا دي’ کښې کړے دے. د خط مضمون څۀ داسې ؤ؛

    “دا لا هغه وخت نۀ دے چې مونږ پۀ مسلم ليګ کښې څۀ خفګان غواړو – زما پۀ اند دا ډېر ضروري دي چې مونږ مسلم ليګ د يو مضبوط سياسي ګوند پۀ شان خپل ځان سره وساتو.”

    دغسې نور هم ګڼ شمېر واقعات شته دے چې د هغې نه دا بالکل پۀ ډاګه کېږي چې مسلم ليګ ګوند د هندوستان د مسلمانانو خېر خواه نۀ بلکې د انګلستان د پېرنګي استعمار جوړه کړې يوه ډله وه چې کار ئې د هغوي د مفادو ساتنه وه.

    تقسيم وشي، ‘زوړ کپتان’ جناح صاحب خپل ځان پۀ خپله د ګورنر جنرل د څوکۍ د پاره خوښ کړي او وائسراے ترې نه د اسلام پۀ نوم نوي جوړ شوي اسلاميه جمهوري پاکستان کښې د برطانيې د ملکې د وفادارۍ څوګند واخلي )پاکستان د برطانوي ډومېن برخه وه او د ګورنر جنرل عهده د برطانوي ملکې د مقامي نمائنده نه زياته هېڅ نۀ وه(. دا خبره مهمه ده چې د پاکستان جوړېدو او د برطانيې د بېرته تلو دوه کاله وروستو هم د انګلستان بېرغ )يونين جېک( د “ازاد پاکستان” پۀ هواګانو کښې رپېدۀ. پۀ دې بيا ځان له خبره کول غواړي چې د پاکستان د “زوړ کپتان” اسلامي جمهوريه د برطانوي استعمار نه څنګه او پۀ څۀ شرائطو خلع واخسته او د نوي نوابادياتي نظام د اله کار جوړېدو د پاره ئې امريکا سره شرعي وابستګي جوړه کړه!!!

    هغه ملک چې پۀ دې غوښتنه او وعده جوړ شوے ؤ چې دا به د هندوستان د ټولو مسلمانانو يو ازاد رياست وي، دا به مونږ د قران او حديث د احکاماتو پۀ رڼا کښې چلوو؛ د کوم خوب چې د پېر مانکي پۀ رنګه نورو وظيفه خورو مليانو ته ښودلے شوے ؤ، چا ته به چې د انګرېز سرکار نه پۀ باقاعده توګه دې د پاره وظيفه ملاوېده چې قام پرست سياسي مشرانو پسې پراپېګنډې او فتوې وکړي او د کوم ملک د جوړېدو د خوب الزام چې پۀ اقبال لاهوري د هغۀ د ترديد باوجود پۀ مطالعه پاکستان کښې لګولے کېږي؛ چې کله جوړ شو نو چې څومره مسلمانان دلته وو، د هغې نه څو چنده سېوا پۀ هند کښې پاتې شوي وو. دا خبره پام کښې د لرلو وړ ده چې ډېر لږ شمېر کښې هجرت شوے ؤ او د هندوستان د مسلمانانو د ټولې ابادۍ يو فيصدي خلکو هم هجرت نۀ ؤ کړے. دې نه هم ثابتېږي چې پاکستان د هندوستان د مسلمانانو “مطالبه” نۀ وه بلکې پۀ هغوي د برطانوي استعمار جبري فېصله تپلې شوې وه.

    د قانون سازې اسمبلۍ يو کم اويا (69) غړو کښې د اسلامي قانون وزارت د بنګال سره تعلق لرونکي جوګېندر ناتهـ مېنډل له ورکړے شو!!! سوچ وکړئ، د اسلامي جمهوريه پاکستان مسلمانانو د پاره به يو ‘هريجن’ داسې قانون جوړوي چې هغوي پرې د قران او سنت پۀ رڼا کښې خپل ژوند تېر کړي او د ملک انتظام وچلوي. مفتي شبير عثماني چې د “زوړ کپتان” د سياست ملاتړ د پاره، چې اصل کښې د برطانوي استعمار يوه منصوبه مخکښې بوتللو د پاره وه، وئيلي وو چې پۀ خوب کښې محمد صلي الله علېه وسلم هغۀ ته وئيلي وو چې د اسلامي جمهوريه پاکستان جوړولو د پاره د “زوړ کپتان” سره ټينګ ودرېږه – کمال دا دے چې د جوګېندرناتهـ د وزير قانون او مذهبي امور جوړېدو نه پس ورته خوب کښې داتا ګنج بخش هم را نۀ غلو چې د اواز اوچتولو ورته ووائي!!! هم دې جوګېندر ناتهـ مېنډل پۀ کال 1950 کښې د هغه وخت وزيراعظم لياقت علي خان له خپله استعفٰي ورکړه، پاکستان ئې د تل د پاره پرېښودو او هندوستان ته واپس لاړو. پۀ استعفٰي کښې ئې وجه دا ښودلې وه چې د نوي جوړ شوي پاکستان د مسلمان انتظاميې چلند د هندوانو پۀ شمول د نورو مذهبونو د خلکو سره د تعصب او کرکې نه ډک دے. دا هغه د دو قومي نظريې مېوه وه د کوم تبليغ چې د انګرېز سرکار پۀ خولۀ د مسلم ليګ خلکو د کانګرس او نور قام پرست مشرانو پۀ ضد د نورو مسلمانانو مذهبي جذبات راپارولو د پاره پۀ کار راوستې وه. هم دا جوګېندر ناتهـ مېنډل پۀ کال 1968 کښې پۀ بنګال کښې پۀ يو ګمنامه مرګ مړ شو. ]د جوګېندرناتهـ دغه استعفٰي د “پښتون” د اکتوبر 2018 ګڼه کښې ژباړلې شوې او خپره کړې شوې ده.[

    دې سره سره د اسلامي جمهوريه پاکستان پينځۀ واړو صوبو کښې صرف سندهـ هغه يواځينۍ صوبه وه چې ګورنر ئې يو مسلمان غلام حسېن هدايت الله ؤ؛ باقي د څلورو واړو صوبو ګورنران انګرېزان ولګولے شول. هم پۀ دې نوي جوړ شوي پاکستان کښې د بري پوځ مشر کمانډر انچيف جنرل سر فرانک ميسروي، د هوائي پوځ مشر چيف ائير وائس مارشل پېري کېن او د سمندري پوځ مشر رئېر اېډمرل جېفرډ ولګولے شو. پۀ مرکزي حکومت کښې پينځۀ برټش سېکرټريان ولګولے شول. د دفاع وزارت سره سره نورو وزارتونو کښې پۀ مهمو او فېصله اخستونکي څوکيو هم انګرېزان افسران ولګولے شول او دا هر څۀ د انګلستان پۀ وېنا د زوړ اسلامي جمهوريه پاکستان کپتان جناح صاحب کول.

    سکندر مرزا چې د تقسيم نه وروستو جناح صاحب سره ډېر نزدې پاتې شوے ؤ، خپل کتاب کښې ليکي چې ما يو ځل جناح ته ووئېل،

    “تاسو ګورنر جنرل يئ خو تاسو له د مسلم ليګ اعتماد تر لاسه کولو د پاره دوي سره هم صلاح او مشوره کول پکار دي؛ اخر دوي تاسو سره پاکستان جوړ کړے دے”. نو پۀ جواب کښې راته جناح وئېل؛ “تا ته دا چا وئيلي دي چې پاکستان مسلم ليګ جوړ کړے دے، پاکستان ما او زما سټينو ګرافر جوړ کړے دے.”

    د جناح صاحب د يوولسم اګست 1947 مشهور تقرير د دوي د دوه قومي مفروضې بالکل اپوټه دے – اول د دوي بيانيه وه چې هندو او مسلمان دوه بېل بېل قامونه دي، يوځاے نۀ شي پاتې کېدے خو پۀ دې تقرير کښې ئې “يوټرن” واخستو او وئېل ئې چې دا ملک څومره د مسلمانانو دے، دومره د نورو مذهبونو د خلکو هم دے )دا يوه بله خبره ده چې دا يوټرن ئې ښۀ ؤ، زۀ پۀ خپله د دې حق کښې يم؛ د تنوع قبلولو سره د يو سيکولر رياست بنياد اېښودو د پاره دا رنګه يو ټرنز اخستل پکار دي او هسې هم د نوي اسلامي جمهوريه پاکستان د “نوي کپتان” ارشاد دے چې کوم سړے څومره يوټرز اخلي هغه دومره لوے ليډر وي – اوس کۀ د زوړ پاکستان د کپتان د يوټرن نه او د نوي پاکستان د کپتان د ارشاد نه مونږ انکار کوو نو دا به سوچه زياتے وي او دې د پاره پۀ تعزيراتِ پاکستان کښې نا ليکلې دفعې شته(.

    جناح صاحب پۀ خپل دغه ياد تقرير کښې د “مسلمان قوم” يا هندو، سکهـ او عيسائي قوم ذکر نۀ دے کړے بلکې هغوي ئې د مسلمان “کميونټي”، هندو “کميونټي”، عيسائي “کميونټي” او سکهـ “کميونټي” پۀ نامه ياد کړل او وئيل ئې چې د رياست ستاسو د مذهبي ژوند سره هېڅ کار نشته، تاسو خپلو جوماتونو، مندرونو، ګردوارو او چرچونو ته تلو د پاره بالکل ازاد يئ، مونږ له تېر تراخۀ وختونه هېرول پکار دي او د دې ملک د ښېګړې او ترقۍ د پاره کار کول پکار دي.

    پۀ دې خبره کښې هېڅ شک نشته چې جناح صاحب دا ځل بالکل سمه خبره کړې وه خو سوال دا راپېدا کېږي چې د دې ټولو عقيدو خلکو خو د وړاندې نه پۀ متحده هندوستان کښې يو ځاے ژوند کولو، ایا د هندوستان د مسلمانانو د مذهبي جذباتو سره چې کومه لوبه د “دو قومي نظريه” پۀ نامه د جناح پۀ مشرۍ کښې د مسلم ليګ پۀ مرسته پېرنګي استعمار وکړه، هغه سمه وه؟ د تقسيم نه پس پۀ د دواړو اړخونو پۀ لکهونو خلک ووژلے شو، معذوره شو، د دوي وينه د چا پۀ غاړه ده؟ د هر مسلک او هر مذهب د بې شمېره ښځو عزتونو لوټ کړے شول، د هغوي قصور د چا پۀ غاړه دے؟ پۀ کروړونو خلک بې کوره شول، د خپل خپلوانو نه ټول عمر له بېل شول، د دوي ګناه د چا پۀ غاړه ده؟ د مسلمانانو او هندوانو پۀ شمول د ټولو مذهبونو د خلکو تر منځه چې کومه مستقله کرکه او تعصب دې تقسيم پېدا کړو، د دې ګناه د چا پۀ غاړه ده؟

    دا او داسې ډېر سوالونه شته دے خو هغه خلک چې دا دعويٰ کوي چې دا اسلامي جمهوريه پاکستان مونږ جوړ کړے دے، هغوي سره ئې هېڅ جواب نشته – او کۀ څوک د داسې قسمه سوال کولو جرأت وکړي نو هغه پۀ مذهبي توګه د کافر او پۀ رياستي او غېر رياستي توګه د غدار د لقب مستحق شي! هغه کس يا خو د ټول عمر د پاره ژوندے غائب شي، کۀ کورنۍ ئې ډېره خوش قسمته وي نو مړے ئې چرته شاړو مېرو نه تر لاسه شي او کۀ دې نه هم ډېر خوش قسمته وي او ژوندے کور ته راشي نو بيا هغه ذهني او بدني طور دومره مفلوج وي چې بيا ټول عمر د سوال کولو همت نۀ کوي.

    خبره کېده د “زوړ کپتان” جناح صاحب د تقرير: هغه جناح چا ته چې د “بابائے قوم” لقب خو تر لاسه شو خو د ژوند پۀ اخري لحظو کښې چې ټي بي سره د خپل ژوند د پاره مشت و ګرېوان ؤ نو روغتون ته بوتلو د پاره پۀ اېمبولېنس کښې ئې تېل نۀ وو!!! هم د دغه بابائے قوم خور ته د “مادرِ ملت” خطاب هم ملاو شو خو هم پۀ هغه ملک کښې د کوم پۀ اړه به چې د دې ورور وئېل چې دا خو ما او زما سټينوګرافر جوړ کړے دے، چې د خپل وخت د فوجي جرنېل سره الېکشن د پاره ودرېږي نو د هغې پۀ لمن پېټرياټک او اېتهيکل تورونه لګولے کېږي، پۀ جلسو کښې پۀ تقريرونو کښې د هغې کردار کشي کېږي. د بيمار بابائے قوم هسپتال ته وړلو د پاره پۀ اېمبولنس کښې تېل نۀ وي خو د مادر ملت د کردارکشۍ نه ډکې پوسټرې او کاغذونه د جهاز نه پۀ کلو او ښارونو کښې غورځولے کېږي!!!

    تاسو نوره اندازه لګولې شئ، خو دغه وخت کښې هم هغه قام پرست چې هم د تقسيم نه وړاندې او هم د تقسيم نه پس به چې د چا خلاف پۀ رياستي او غېر رياستي توګه پراپېګنډې کېدې، د چا چې “بابړه” کښې د قتلِ عام فرمان “زوړ کپتان” پۀ خپله جاري کړے ؤ، د اسلامي جمهوريه پاکستان مادر ملت سره د جمهوريت او د عام اولس د حکمرانۍ د پاره ولاړ وو؛ خو هغوي نن هم غداران دي.

    د جناح صاحب د مذهبي طبقو د برابرۍ دغه تقرير تر ډېرې مودې پورې د عام اولس د خلکو د نظرونو نه لرې وساتلے شو او تر اوسه پورې ئې نصابي کتابونو کښې هېڅ چرته ذکر نشته او ذکر به ئې کوي ولې؟ کۀ عام اولس ته پته ولګېده نو بيا به مونږ د دوي مذهبي جذباتو سره لوبې څنګه کوو؟ نن هم پۀ سرکاري توګه چې د دغه تقرير خبره راشي نو خاموشي خوره شي. دا خو د مدني رسنيو او انټرنېټ برکت دے چې زمونږ پۀ شان د کوهي چيندخانو او د مطالعه پاکستان ځپلو هم رښتونے تاريخ او نړۍ وليده.

    دا ټول واقعات او پېښې د تاريخ پۀ کتابونو کښې پرتې دي. د غېر رياستي او غېر سرکاري تاريخ ليکونکو او د هغه وخت د انګرېز سرکار خلکو پۀ خپلو ژوند ليکونو او سرکاري ګزټ کتابونو کښې دا هر څۀ شته، خو سترګې بينا کولو د پاره کۀ تاسو صرف د ولي خان کتاب “رښتيا رښتيا دي” هم وګورئ نو ډېر څۀ به ومومئ. دا کتاب پۀ انګرېزۍ، پښتو او اردو ژبه کښې لوستلے شئ.

    دا خبره پۀ پام کښې د لرلو وړ ده چې پورته ليکنه کښې ښاغلي ليکوال د جناح صاحب د يوولسم اګست کوم تقرير ته اشاره کړې ده، دا “د رياست د جوړ کړي مذهبي او لبرل ذهنيتونو” د جوړې ساتلو د پاره کله کله راخستے کېږي. پاکستان د نظرياتي وجود پۀ حواله ډېر flexible دے؛ دوي حافظ سعيد، جهنګوي، صلاح الدين هم لري او سميع الحق، خادم حسېن رضوي، عمران خان هم لري – کۀ امريکا د جهاد فتويٰ جاري کړي نو ټول وطن نه د جهاد تربيتي مرکزونه جوړ کړي، کۀ جهاد بندول وغواړي نو ټول وطن چېکپوسټ چېکپوسټ کړي، کۀ اېف اے ټي اېف حرکت وکړي نو څۀ کالعدم کړي او څۀ ته پارلېمان کښې پناه ورکړي. پاکستان کښې پۀ رښتيا چې موسمونه دولس دي. پاکستان د پاره د مذهب پۀ نوم “دو” قومي نظريه او د جناح صاحب د يوولسم اګست تقرير يو شان اهميت، کردار او نغديت راوړي.

    ضرورت د دې خبرې دے چې اولس ته د رياست دغه دوه مخي او دغه مذهب پلورنه وښودلې شي.

    ضرورت د دې خبرې دے چې اولس سياسي سوچ، سياسي رويې او سياسي عمل ته وهڅولے شي – “پښتون”

  • ميا افتخاره!زمونږه نصيبونه حسنيان، باچا خانيان يوزمونږ ‘افتخار’ افتخاره! – حيات روغانے

    ميا افتخاره!زمونږه نصيبونه حسنيان، باچا خانيان يوزمونږ ‘افتخار’ افتخاره! – حيات روغانے

    د شمر د خوني فوج مقابلې کښې د باچا خان د حُسېني لښکر خدائي خدمتګار افتخاره!

    زۀ منم چې تۀ پۀ شجره ‘ميا’ يې! – تۀ ډېر پۀ مينه پۀ خوږه خوږه د خپل مياتوب يادګيرنه کوې. مونږ پۀ دې پوهه يو چې مذهب پلوورونکو د ‘واک’ او ‘اختيار’ پۀ سياسي جنګ کښې خلک مېرني کړل او د مياګانو سېدانو شجرې هم مېرنۍ يادې شوې. مذهبي تقدس د واک او اختيار پۀ سياسي جنګ کښې د رياست تله کښې پرېوتلو. وړومبے پېرنګي او بيا د پېرنګي ‘ميراث خورو’ دغه تقدس استعمال کړو او اوس ئې هم استعمالوي. خو حلالي زامن د خپلې خاورې مور نه نۀ پۀ عهدو مېرني کېږي، نۀ پۀ کرسيو او نۀ پۀ جاګيرونو.

    ]څوک به نهه سوه کاله پۀ دې خاوره پۀ ژوند کولو، د دې خاورې ژبه وئيلو، د دې خاورې کلتور خپلولو، د دې خاورې د تاريخ برخه ګرځېدلو او د دې خاورې رنګ اخستلو باندې هم د دې خاورې نۀ وي؟ يا به د دې خاورې کېږي نۀ؟ دا د تاريخ پۀ نوم ټګي ده.[

    تا يوه ورځ وئيلي وو چې اجمل خټک وئيل، “ميا افتخاره! تۀ اعزازي خټک يې!”

    تۀ اعزازي خټک نۀ يې! دا د خټکنامې د پاره اعزاز دے چې د خوشحال خان خټک نمسو کښې ‘د باچا خان بچے’، ‘د ولي خان لالے’، ‘د اجمل خټک ګُل’ او د درست پښتون لۀ قندهاره تر اټکه اتل ميا افتخار حسېن ژوند کوي. يواځې خټکنامه نۀ، درست پښتون قام وياړي چې د قامي جنګ د پاره د قامي لښکر پۀ وړومبي صف کښې ئې ميا افتخار حسېن ولاړ دے. تا خو د هغه مياګانو او سېدانو غاړې هم خلاصې کړې چې د ساداتو شجره ئې عهدو او مراعاتو د پاره پۀ لارډانو، خان بهادرانو، شيروانيو، ورديو، تومنونو، دينارونو او ريالونو خرڅه کړې ده او د پارلېمان د ازادۍ د جنګ د حصې جوړېدو پۀ ځاے د جي اېچ کيو قصې ته ناست دي.

    تا د باچا خان پۀ جوړه کړې ازاده مدرسه کښې سبق وئيلے او هم هلته نه د قامي درد بزغلے تا کښې زرغون شوے دے. پۀ شنه شونډه دې د پښتون اېس اېف لاره نيولې ده او نن تر دې ځايه راغلې!!!

    څو څو ځله ستړے شوے به يې!

    څو څو پېرې ستومانه کړے شوے به يې!

    څو څو کرته مات کړے شوے به يې!

    څو څو واره ژوبل کړے شوے به يې!

    ستړے شوے به يې خو يو ځل هم پښېمانه شوے نۀ يې، ستومانه کړے شوے به يې خو يوه پېره هم ستون شوے نۀ يې، مات کړے شوے به يې خو يو کرت هم ملامته شوے نۀ يې، ژوبل کړے شوے به يې خو يو ځل هم ژړېدلے نۀ يې، ټيټ شوے نۀ يې، وروستو شوے نۀ يې!!!

    هغه هم وخت ؤ چې پۀ بونېر کښې د پیر بابا استانه کښې د دېوالونو چاوندو کښې د ‘پېريانو’ د ټوپکونو شپېلۍ د ‘پيري دارو’ موجودګۍ کښې راوتلې وې او تا ليدلې – هغه هم ورځ وه چې د سوات د رياستي والي صوفي محمد مولوي سره مذاکرات کېدل او تۀ د دغه جرګې برخه وې – هغه هم ورځې وې چې چاپېره به بمونه خلاصېدل او تۀ به د خپل ورور بشير بلور سره سپړدې سينه ولاړ وې!!! اٰه! څۀ ورځې وې کنه!!! بشير بلور دې هغو ورځو کښې د مورچې ورور ؤ او ميا سرير دې د حلقې ورور ؤ – اٰه! څۀ ورځې وې کنه!!! تۀ خو چې څوک نۀ وي، دغه يادونو ته به لږ لږ ژاړې؟

    د ميا سرير غم زۀ تا ته پۀ دلاسه وړوکے کولے نۀ شم!!! غمونه کله هم پهــ دلاسه واړهــ کېږي نهــ، بس حوصله ورته لږه زياته شي. د ميا سرير ځاے لږ اوچت ځکه دے چې مورچه مورچه، پاټک پاټک، سنګر سنګر وطن کښې تۀ خپل مرګ ته ولاړ وې او ستا د مورچې ورور بشير بلور خپل مرګ ته ولاړ ؤ. د قامي بقاء دغه جنګ کښې مونږ ټول د خپلې خاورې دعوې د پاره خپلو خپلو مرګونو ته د ودرېدو غرور لرو. دا غرور زمونږ نه هېڅ څوک تروړلے نۀ شي!!! خو هغه وخت کښې ميا سرير ستا پۀ ځاے مرګ ته ولاړ ؤ. چې تۀ به پۀ پېښور کښې وې نو ستا د حلقې سياست، غم ښادۍ، راشه درشه، مړي ژوندي ته ميا سرير لکه ستا ولاړ ؤ. ما دوه ځله ليدلے ؤ او هم ستا شان مينه، هم ستا شان شفقت، هم ستا شان خواږۀ مې پۀ کښې ليدلي وو. ما وې، “ميا افتخار حسېن دوه ځايه ژوند کوي – يو ځاے د ميا افتخار او بل ځاے د ميا سرير شکل کښې.” – لکه موسٰي او هارون.

    ميا سرير تۀ يواځې پرېښودې خو زۀ درته د ميا سرير د اړخه قسم قران کوم چې دا د هغۀ خپله خوښه نۀ وه، دا د ازل ليکلي وو او د ازل ليکلي څوک ورانولے شي؟ هغۀ به ساه پۀ اسانه نۀ وي ورکړې، هغۀ به مزاحمت کړے وي، هغۀ به تۀ يواځې نۀ پرېښودې.

    مقبرې ته د ميا محمد سرير جنازه راغله او تۀ پرېوتې!!! اسمان کښې د دې منظر پۀ ليدو به د باچا خان د سترګو نه درد څڅېدلے وي، هغۀ به فدا عبدالمالک ته کتلي وي او فدا استاذ به د بابړې ګواښيزه زمزمه کړې وي،

    “مرګيه مۀ راځه! درځمه.”

    حاجي زرعلي، حوالدار بهار، بهټو ناظم، افتخار حاجي، عباس، تنوير، ميا نويد، حمدالله، سلېمان ايسپزي، ميا طاهر او اورنګزېب چې تۀ غېږ کښې پاڅولے يې نو غني خان به ولي خان ته پۀ لېونو سترګو ډاډ ورکړے وي چې:

    “زبرګه!

    دا هغه مستي ده چې ئې مرګ نۀ شي وژلې.”

    د اسفنديار ولي خان جانان افتخاره! د غلام احمد بلور د سترګو تور افتخاره!

    نېشنلي افتخاره!

    زمونږ ‘افتخار’ افتخاره!

    ستا د کورونا ټسټ نتيجه او د ميا سرير د مرګ خبر چې زمونږ او ستا ملي سالار اسفنديار ولي خان له راغلے ؤ نو هغۀ وئيلي وو،

    “ميا افتخار نور هم ډېر غټ غټ غر غر غمونه وليدل، دا هم وړوکے غم نۀ دے خو زۀ د ميا افتخار حسېن پۀ حوصله باور لرم. هغه به وباء له هم ماتې ورکړي او يو ځل به بيا د قام خدمت د پاره مېدان کښې ودرېږي.”

    زۀ هاغه منظر نۀ شم هېرولے – زۀ څۀ او څوک؟ بل څوک څۀ او څوک؟ تاريخ به هم کله هاغه منظر هېر نۀ کړے شي چې د دې قام پۀ جنګ کښې تا د تنکي شهيد راشد حسېن غلبېل غلبېل وجود د خپل وطن خاورې ته سپارلو!!!

    تۀ راشد حسېن شهيد سره هغه قبر ته نۀ يې کوز شوے، هغۀ سره هلته ملاست نۀ يې!!! تا خپل پاتې ژوند د راشد حسېن شهيد فاونډېشن پۀ نوم ناستې ته محدود کړے نۀ دے؛ د قامي سياست عملي لار دې خپل اصل مرام برقرار ساتلے او د پښتون قام د راشدانو، حسېنيانو شهيدانو د پاره دې د باچا خان بېرغ هسک او کلک نيولے. تۀ به د ميا سرير قبر ته هم نۀ کوزيږې، د هغۀ قبر کښې به هم نۀ څملې!!!

    ميا سرير به جنت نه تا ته ګوري!!! هم هغسې به خاندي لکه څنګه چې هغه خندنے ؤ. هغه به د باچا خان پۀ څنګ کښې ناست وي او د خدائي خدمتګارانو مقدسو روحونو ته به د هاغه جنګ قصې کوي چې هغوي شروع کړے ؤ او تۀ ئې د لښکر مرکزي جنرل سېکرټري يې.

    ميا افتخاره! دا څو شعرونه ستا او زمونږ د ميا سرير د پاره:

    زمونږ دي نصيبونه حسنيان، باچا خانيان يو
    او مونږ پۀ کربلا لارو روان، باچا خانيان يو
    ستړې مو د زمکې حادثې کړلې، مات نۀ شو
    سيال مو پښتونخوا کړه د اسمان، باچا خانیان يو
    مرګ هم چې نامه زمونږه اوري، و بوږنېږي
    ژوند مو داسې برند کړو پۀ جهان، باچا خانيان يو
    کوم درد دے د قام چې مونږه ځاے نۀ کړو پۀ ځان کښې؟
    کوم زور مو اوبۀ نۀ کړو پۀ ځان، باچا خانيان يو
    هغه، هره ساه چې ئې خدائي خدمتګاري ده
    مونږ يو هم هغه سرۀ نېشنليان، باچا خانيان يو

  • د اتمانزو محاصره:1930 – خليل مومند

    د هندوستان د ازادۍ پۀ جنګ کښې د کال 1930 مهم واقعات چې د پښتنو د خاورې سره تعلق لري، د وېش نه پس رياستي مؤرخينو د يو خاص ګوند او خاص سياسي مقصد د پاره د يوې اړخيزې پراپېګنډې د پاره پۀ شعوري ډول د پامه غورځولي دي.

    د پراپېګنډې تعريف څۀ پۀ دې ډول کېږي:

    “پراپېګنډه هر هغه زيار او جګړه ده پۀ کوم کښې چې انسانانو ته د يو خاص ګوند د ملګرتيا ترغيب ورکولے کېږي. پۀ پراپېګنډه کښې د براه راست جبر او تشدد څخه کار نۀ اخستے کېږي. بل اړخ ته پراپېګنډه د مقصد پۀ اعتبار سره د تعليم نه ځان له يو جدا څيز دے، ځکه چې د پراپېګنډې مقصد د علم خپرونه نۀ وي، بلکې يو خاص طبقاتي احساس پېدا کول وي.1

    نن ضرورت د يو داسې تعليمي نصاب دے چرته چې تاريخي حقيقتونه د مسخ کېدو څخه ژغورل شوي وي او تاريخ د ‘تخليق’ پۀ ځاے ‘دريافت’ شوے وي – خو لۀ بده مرغه د پاکستان درې اويا کلونه وشول چې پۀ کښې اوس هم تعليمي نصاب د سياسي پراپېګنډې او پټو سياسي مقصدونو د پاره پۀ کارول کېږي. د دغه پراپېګنډې د پاره د پاکستان تاريخ کښې هر څۀ يا خو د څوارلسم اګست 1947 نه شروع کېږي او يا د څوارلسم اګست 1947 د پاره شروع کېږي!!! د تاريخ دا قتل تاريخي جبر دے.

    پۀ کومو ورځو کښې چې د اتمانزو، چارسدې، بابړې او پړانګو محاصره کېدله او پۀ غريب اولس زور، ظلم او تشدد کېدلو نو پۀ دغه وخت د خدائي خدمتګار تحريک د سر مشران د هندوستان پۀ جېلونو کښې بنديوان وو.2

    د درې ويشتم اپرېل (1930) نه پس پۀ صوبه سرحد )اوس خېبر پښتونخوا( کښې پۀ وړو او لويو تحريکونو پابندي لګولې شوې وه. د دې تحريکونو پۀ دفترونو چهاپې وهلې کېدلې، نغدې پېسې او تاريخي يادښتونه او کاغذونه به لوټلے شول. پۀ ځينې ځايونو کښې خو ورته نېغ پۀ نېغه اورونه واچولے شول. د دې تحريکونو کار کوونکي به ئې پۀ بې دردۍ سره وهل. د ټکر، اتمانزو، پړانګو، رځړو، زيړې، مياګړهۍ، درګۍ )منګا( کښې ئې پۀ خدائي خدمتګارانو سخت ظلم او جبر وکړو. د دې کلو به خپل منځ کښې تګ راتګ قطع کړے شوے ؤ.3

    د ديارلسمې مۍ پۀ سحر چې لا تيارۀ وه، اتمانزو کلے فوج او پوليس محاصره کړو4 خو الله بخش يوسفي پۀ خپل کتاب “The Frontier Tragedy” کښې د محاصرې نېټه پينځلسم جون ليکلې ده.

    د نمرخاتۀ پۀ وخت ډپټي کمشنر د خپل لښکر سره کلي ته راغلو. د پوليس څخه پرته پۀ کلي کښې اتۀ سوه پېرنګي سوارۀ سپاهيان او يوه رساله فوج چې سکهـ، ډوګره او مسلمانانو پۀ کښې ګډون کولو. دې نه علاوه څلور توپې او مشین ګنونه هم پر ځاے کړے شوي وو.6

    د اتمانزو د محاصرې پۀ حقله خان عبدالولي خان ليکي چې کله مونږ سحر پاڅېدو، زمونږ کلے پېرنګي لښکرو محاصره کړے ؤ. يو سحر زۀ اودۀ وم، زمونږ يو بوډا نوکر ساه نيولے راغلو – وئيل ئې چې زۀ د اودس ماتي د پاره بهر تلم چې مې وکتل نو د کلي نه فوج چاپېره پروت دے؛ توپې ئې سورې کړي او ګوراګان فوجيان ورختلي دي. رسالې ګرځې او څوک د کلي نه بهر نۀ پرېږدي. زۀ هلک وم، ما هم را ټوپ کړو او د کلي د سړک غاړې ډاګ ته مې ځان ورسولو. د کلي خلک هم را غونډېدل. د خلکو دا را غونډېدل ما ته هم سم نۀ ښکارېدل. مخامخ د خدائي خدمتګارو پۀ دفتر څۀ خلک ختلي وو، زۀ هم پۀ منډه ورغلم چې د کوټې د سره تماشه وکړم. خدائي خدمتګارو د دفتر د سر نه د ‘انقلاب زنده باد’ او ‘فخرِ افغان زنده باد’ نعرې وهلې.7

    کله چې پېرنګيانو د ‘انقلاب زنده باد’ نعرې واورېدې نو رساله ئې را خلاصه کړه او پۀ دفتر راغلل. کوټې ته د ختلو لويه دروازه بنده وه، سپاهيان ډېر پۀ قهر سره اخوا دې خوا ځغلېدل خو د راختلو لار ئې نۀ وه. اخر پۀ دېوال ئې څوک را واړولو او دغسې دروازه ئې لر کړه او د کوټې سر ته پۀ مونږ پسې را وختل. د راختلو سره ئې پۀ خلکو د کنداغونو او غټو بوټانو ګزارونه شروع کړل. څلور تنه ئې د کوټې د سر نه لاندې پۀ سړک را غزار کړل. زۀ )خان عبدالولي خان( ورکوټے وم، پۀ چت د پاسه د خلکو پښو کښې را پرېوتے وم، چې کله خلک اخوا دې خوا شول نو زۀ را پاڅېدم.8

    کله چې ما مخامخ وکتل نو فېضے کاکا ولاړ ؤ. تندے ئې مات شوے ؤ او وينې ترې بهېدلې. يو انګرېز افسر چې ورسره ټوپک ؤ او هغې کښې سنګين ؤ، هغۀ وړومبے ګزار پۀ فېضي کاکا کړے ؤ او دوېم ئې پۀ ما د شا نه کولو خو خوا کښې ورسره يو پښتون فوجي ولاړ ؤ؛ هغۀ دغه سنګين پۀ لاس کښې ونيولو او د يو چق پۀ اواز سره سنګين د هغه فوجي پۀ لاس کښې لاړو – ولې بيا هم ګزار دومره زور سره شوے ؤ چې زۀ )خان عبدالولي خان( ئې بې خوده کړم او بيا د ځان نۀ يم خبر شوے – او داسې وم چې کټ کښې نۀ شوم څملاستے او ټول هډوکي مې خوږېدل. کوم فوجي چې زۀ د هغې مرګوني ګزار نه ژغورلے وم، د هغۀ نوم شېر خان ؤ او پۀ نوښار کښې د خېشګي کلي اوسېدونکے ؤ.9

    پېرنګي فوج د خدائي خدمتګارو دفتر ته اور واچولو او فوج ورته ولاړ ؤ چې څوک اور مړ نۀ کړي. چې دفتر ئې وسېزلو نو هله ترې روان شو. دغسې د کلي محاصره جاري وه.10

    د اتمانزو کلي قطبي نمرختيځ ګوټ ته يوه ډهېرۍ ده – دې ته ‘د ښکار بابا غونډۍ’ وائي. د کلي پۀ سپين ږيرو مشرانو او ځوانانو به ئې د تودو کاڼو دوه منيزې بورۍ دې ډهېرۍ ته خېژولې، خټې به ئې پرې کولې، اوبۀ به ئې پرې را چلولې، قلعه به ئې پرې جوړوله. مګر چې کله به قلعه سر ته ورسېده، بيا به ئې پرې ورانه کړه او دغسې به ئې دوي له پۀ سخته ګرمۍ کښې تکليفونه ورکول.11

    يو پېرنګي افسر پۀ اتمانزو کښې پۀ خپله يوه جذباتي وېنا کښې خلکو ته وئيل چې زۀ به لۀ تاسو نه د ازادۍ او خپلواکۍ نشه داسې وباسم؛ ما ستاسو پۀ لاس ستاسو د انقلاب قبر جوړ کړو. ستاسو سرې جامې او ستاسو انقلاب مې پۀ کښې سره د نعرۀ تکبير ښخ کړو – دغه ستاسو پۀ لاس جوړ شوے د ‘الله اکبر’ قبر دے او کۀ تاسو کښې څوک نر وي نو را و دې باسي!!!12

    دا واقعه باچا خان پۀ خپل کتاب ‘زما ژوند او جدوجهد’ کښې داسې ليکي:

    …..چې ټول خدائي خدمتګار ګرفتار شول نو ډپټي کمشنر مدرسې سره د خلکو پۀ منځ کښې ودرېدو او پۀ اوچت اواز ئې ووې چې د سرو جامو څوک شته؟ پۀ دې ګڼه کښې زمونږ د کلي خان محمد عباس خان هم ولاړ ؤ. خپلو نوکرانو ته ئې اواز وکړو چې راځئ! – د دۀ حجره دغلته نزدې وه. پۀ منډه لاړل، پۀ دېګ کښې ئې سور رنګ واچوۀ، خپلې او د نوکرانو جامې ئې سرې کړې او وا ئې غوستلې او لا اوبۀ ترې بهېدې چې راغے او د ډپټي کمشنر پۀ مخکښې ودرېدو چې دا دي د سرو جامو خلک!!!

    ډپټي کمشنر خو دوي ګرفتار کړل خو دا داسې اواز ؤ چې پښتنو کښې ئې ننګ او غېرت پېېدا کړو او پېرنګيانو چې څومره کوشش وکړو نو سرې جامې ئې ورکې نۀ کړې شوې.13

    د چارسدې، پړانګو او بابړې محاصره هم دغه ورځو کښې شوې وه. د پېښې حال د الله بخش يوسفي پۀ ټکو کښې:

    On the 1st June, the military besieged the villages of Prang, Babra and Charsadda. Many of the national workers and villagers were arrested and before being sentenced, were ordered to work and treated even worse than the habitual criminals at the worst type. Like Negro-slaves, they were asked to carry stones and sand in the scorching sun with bare head and feet. So these poor innocent Pathans had to carry the burning stones and sand from one place to another. 14

    ژباړه:

    د جون پۀ وړومبۍ نېټه، فوج د پړانګو، بابړې او چارسدې کلي محاصره کړل. يو شمېر قامي کارکوونکي او کليوال ګرفتار کړے شول او د دې نه مخکښې چې سزا ورکړې شوې وے، د عادي مجرمانو غوندې سلوک ورسره وشو. لکه د حبشي غلامونو هغوي ته پۀ سور نمر، پښې ابله او سر تور سر د تودو کاڼو او شګو د راوړلو د پاره ووئيلے شول. دغسې به دې غريبانانو او بې ګناه پښتنو تاودۀ کاڼي او شګې د يو ځاے نه بل ته ځاے ته وړې.

    د جون پۀ وړومبۍ نېټه د چارسدې، بابړې او پړانګو کلي د سحر پۀ تيارۀ کښې محاصره شو. کۀ څوک د کلي نه بهر وو، هغوي بهر پاتې شو او چې څوک کلي کښې دننه وو، دننه پاتې شول. د دې کلو پۀ لارو او کوڅو کښې فوج ولاړ ؤ – نۀ ئې څوک بهر پرېښودل او نۀ ئې څوک دننه کلي ته پرېښودل.

    د سحر پۀ رڼا کښې فوج پۀ علاقه کښې د ټيليفون تارونه خوارۀ کړل، کېمپونه ئې ولګول، د کلي پۀ لوړو ځايونو ئې توپې او مشين ګنونه برابر کړل. پۀ کلي کښې د اوبو او ګياه د نشتوالي لۀ وجې څاروي تنګ شو او چغې ئې وهلې.15

    د پوليس افسرانو سره پوليس او د هغوي نور تالي څټي ګرځېدل. د خدائي خدمتګارو فهرست ئې جوړولو. پۀ دې تالي څټو کښې عزيز الله خان صوبېدار، د بابړې مهدي شاه باچا، د چارسدې د فتح محمد خان ورور داد محمد خان، حبيب الله خان او د پړانګو ودود اخونزاده ضمير خرڅي شامل وو. کله چې د خدائي خدمتګارو فهرستونه تيار شول، دفعه 144 ولګېده. هېڅ څوک د کور کلي نه بهر نۀ شو وتلے. پۀ بيګل به خلک نمانځۀ له راتلل، بغېر د دعا نه به خلک خپلو کورونو ته واپس کېدل – د مړي سره به د څلورو کسو نه زيات جنازې له نۀ شو تللے.16

    پېرنګيانو کلي پۀ کلي خپل کېمپونه لګولي وو چې پۀ کښې به فوجيان او د هغوي تالي څټي صلاح کار ناست وو. پېرنګيانو ته خپلو تالي څټو دا مشوره ورکړه چې پۀ دې خلکو او خانانو ډېرې سختۍ وکړئ، تنګ او ذليل ئې کړئ – دغسې به دوي پۀ خپله د خدائي خدمتګارۍ نه توبه ګار شي او و به تښتي. دوي نمر، لوږه تنده او سخت کار نۀ دے ليدلے. داسې وکړئ چې سخت کار ته ئې واچوئ. سپين ږيري او د کم عمر زلمي ئې د جون سختې ګرمۍ ته پۀ سخت کار واچول.17

    پۀ پښتنو سپين ږيرو به پېرنګي افسرانو پۀ خپلو کېمپونو کښې بادپکي راکښل. لوي لوي ببوزي به ئې پرې وهل او تمبوان به ئې پرې جارو کول. ځوانانو له به ئې دوه منيزې بوجۍ ورکړې وې، پۀ سخته ګرمۍ کښې پښې ابله پښې به ئې پرې تودې شګې او کاڼي راچلول. د شګو بوجۍ به ئې د يو بل د پاسه کېښودې او مورچې به ئې ور باندې جوړولې. د سحر نه تر ماښامه به د دوي دا کار ؤ. صرف د ماسپښين د نمانځۀ او ډوډۍ د پاره به يوه ګېنټه چهټي وه.18

    کله چې به مورچه جوړه شوه نو سبا به ئې پرې بيا ورانه کړه او دغسې بله ورځ به ئې پرې بل ځاے جوړه کړه.شپه به ئې پرې بغېر د بالښت او څادر نه پۀ توده زمکه تېروله.19

    د دې ظلم او جبر يوه واقعه احمد کاکا پۀ خپل کتاب ‘خدائي خدمتګار تحريک’ کښې ليکي،

    پۀ ياسين زو کښې مړے شوے ؤ، حکم دا ؤ چې پۀ جنازه کښې به د څلورو نه زيات کسان ګډون نۀ کوي. دغه څلور کسه د پېرنګي صلاح کار محبت خان حجرې ته راغلل او هغۀ ته ئې شکايت وکړو چې څلور کسه به څنګه جنازه کوي؟ بيا به قبر څنګه کني او ښخوي به ئې څنګه؟ محبت خان د دوي شکايت پېرنګي ته وړاندې کړو چې د جنازې تيارے پۀ څلور کسه ډېر ګران کار دے، لږ تر لږه دې د پاره شل کسه پکار دي. پېرنګي ورته ووې چې قانون هم دغه دے، زۀ قانون نۀ شم ماتولے. د محبت خان پۀ ډېر منت د جنازې د پاره لس کسه مقرر شول.20

    کله چې باچا خان او د هغوي ملګري د درې ويشتم اپرېل پۀ ورځ ګرفتار کړے شول، دغه وخت پۀ پښتونخوا يو قيامت نازل شو. د صوبې محاصره وکړې شوه. د صوبې نه بهر وتنه دې د پاره بنده کړې شوې وه چې نړۍ د پېرنګي د ظلم او بربريت نه خبر نۀ شي. د کلو محاصرې به کېدلې، خلک به ئې سور نمر ته کښېنول او ورته به ئې وئيل چې ګوته ولګوئ چې تاسو به خدائي خدمتګاري نۀ کوئ. هغوي به ورته ووئيل چې مونږ خو خدائي خدمتګار نۀ يو! پېرنګي به ورته وئيل چې خامخا ګوته لګوئ، ولې چا به ګوته نۀ لګوله – ځکه چې چا به ګوته ولګوله، د خلکو د خندا به شو چې “پلاني خو ګوته ولګوله!” انګرېز چې به څومره خلک تنګول، دومره به تحريک مخ پۀ وړاندې تللو.21

    عبدالمالک فدا (1957-1897) چې د پړانګو کلي د ياسين زو پۀ کندي کښې د عبدالجبار خان کره پېدا شوے ؤ، د خدائي خدمتګار تحريک د زړۀ اواز دے. کوم وخت چې باچا خان د انجمن اصلاح الافاغنه بنياد کېښودو، عبدالمالک فدا هم پۀ کښې شامل شو او تر اخري سلګۍ ئې دغه تحريک سره وفا وکړه.22 فدا صاحب د ازادۍ د جنګ پۀ مبارزه کښې د کال 1930 پېښې پۀ خپله شاعرۍ کښې ډېر پۀ وضاحت سره بيان کړې دي. پۀ خپل يو نظم “شهيد ته” کښې د دې تاريخي کال د واقعاتو څۀ دا رنګې ذکر کوي:

    شهيده! ما ته مخکښې دے منظر د وينو ستا
    دا ستا د وينو رنګ دے چې د قام شونډې پرې سرې دي
    يواځې اتمانزو، مردان، کوهاټ، هتي خېل نۀ دي
    غوغا د کربلا د پېښور مې هېره نۀ ده
    هېرېږي را نه کله خُوږ ځيګر د وينو ستا
    قائله پۀ دې رنګ دے هر بشر د وينو ستا
    رنګ بنګ پۀ دنيا ټوله دے شرر د وينو ستا
    يادګار دے تازه کړے سېد اکبر د وينو ستا23

    پۀ يو بل نظم ‘د وطن د شهيدانو پۀ ياد کښې’ د هغه وخت د پېرنګي استعمار د ظلم تشدد او د خدائي خدمتګارو د قربانيو پۀ حقله د خپلو سوو جذباتو پۀ ژبه داسې وېنا کوي:

    داسې توې کړې هېڅ چا نۀ دي د چرګانو وينې
    ځکه ليکلے دے سن تيس اپرېل هر چا پۀ وينو
    د هتي خېلو خونرېزي کۀ د زلمو هېره شي
    پۀ کوم مجلس کښې چې څوک ياد کړي شهيدان د ټکر
    چې اودۀ قوم ئې را بېدار کړو د غفلت د خوبه
    لکه توې کړې دي انګرېز د مظلومانو وينې
    چې پۀ دې ورځ باندې ويړيا وې د خوارانو وينې
    دوي نه به هېرې وي ضرور د حسنيانو وينې
    بدن کښې جوش وخوري د ملک د ماشومانو وينې
    پۀ دې شيندلې دي خدائي خدمتګارانو وينې24

    حوالې:

    1. برټنډرسل، تعليم اور سماجي نظام، ژباړن: قاضي جاوېد، لاهور، فکشن هاوس، 2018، مخونه 122-121
    2. اکبر، عبدالاکبر خان، د برصغير پاک و هند پۀ ازادۍ کښې د پښتنو برخه، پېښور، يونيورسټي پبلشرز، 2009، مخ 133
    3. کيا يه لوگ پاگل تهے؟ انور خان ديوانه، جون 1995، مخ 41
    4. هم دغه اثر، هم دغه مخ
    5. Yusufi, Allah Bakhsh, The Frontier Tragedy, Karachi< M.Ali Education Society, 1986, Pp. 40
    6. کيا يه لوگ پاګل تهے؟، مخ 42
    7. خان، عبدالولي، باچا خان خدائي خدمتګاري، پېښور، باچا خان ټرسټ رېسرچ سنټر، جنوري 2020، مخ 99
    8. هم دغه اثر، مخ 100
    9. هم دغه اثر، هم دغه مخ
    10. هم دغه اثر، مخ 101
    11. احمدکاکا، خدائي خدمتګار تحريک، وړومبے ټوک، پېښور، يونيورسټي بک اېجنسي، جنوري 1991، مخ 282
    12. هم دغه اثر، مخونه 284-283
    13. خان، عبدالغفار، زما ژوند او جدوجهد، پېښور، باچا خان ټرسټ رېسرچ سنټر، جنوري 2019، مخونه 314-313
    14. The Frontier Tragedy, Pp. 40
    15. احمدکاکا، خدائي خدمتګار تحريک، مخونه 264-263
    16. هم دغه اثر، مخونه 265-264
    17. هم دغه اثر، مخونه 272-271
    18. هم دغه اثر، مخونه 273-272
    19. هم دغه اثر، مخونه 273-275
    20. هم دغه اثر، مخ 76
    21. ټکر، صحبت خان، پاکستان او خان عبدالغفار خان، پېښور، شاهين پرنټنګ پرېس، جون 1972، مخونه 99-98
    22. ديوان فدا، مرتبه همېش خليل، پېښور، زېب اٰرټس پبلشرز، فروري 2004، مخ 13
    23. هم دغه اثر، مخ 104
    24. هم دغه اثر، مخ 122

  • د ځبېښاک، ښکېلاک او فاشزم نه باغي زړۀ – ډاکټر خادم حسېن

    ‘د تخیل خاتمه’ تر عنوان لاندې خپله مقاله کښې اروندهتي راے ليکي چې د 1998 د مۍ میاشت کښې زۀ د ملک نه پۀ دوره بهر لاړم. تر دغه دمه زما ناول نړيواله جائزه ګټلې وه او لږ وخت کښې د دولت، شهرت او بریا انبار مې پښو کښې پروت ‌ؤ.

    ‎نيویارک کښې زما یوې ملګرې ما نه اېغ پۀ نېغه پوښتنه وکړه چې د دې دومره بریا نه وروستو خو بس د ژوند یو اوج پاتې شي او هغه ‘مرګ’ وي. ما هم پۀ دې خبره ‌‌‌‌‌‌ډېر فکر کړے ‌ؤ – يعني د مرګ پۀ خبره!!! ما خپلې ملګرې ته ووې چې تۀ نيو یارک کښې استوګنه یې خو د دې نه بهر هم یو جهان شتون لري – هغه جهان کښې د ژوند ارزښت د دولت، شهرت او بریا پۀ تله نۀ تللے کېږي. ما داسې ګڼ شمېر خلک ليدلي دي چې امروزه پۀ دې اراده د ژوند سنګر ته وځي چې بېلات به راوړي خو بیا هم دغه سنګر نۀ پرېږدي.

    ‎زما ملګرې تندے تريو کړو، لکه چې پوښتنه کوي چې د ژ وند ارزښت بیا نو تۀ څۀ ګڼې؟ ما ورته ځواب ورکړو چې د ژوند ارزښت د ژوند خوبونو کښې دے. هغه خوب د کتو وړ دے چې ژوند پۀ کښې د ژوند پۀ څير وي او مرګ پۀ کښې د مرګ پۀ څير. زما د ملګرې پۀ تندي ګونجې راغلې لکه چې تشريح را نه غواړي. زۀ ‌‌‌‌‌‌ډېر وارې د یوې پېچلې خبرې تشريح يواځې پۀ ليکلو کښې کولې شم. ما د کاغذ پۀ یوه ټکړه داسې وليکل:

    “مينه کول او د مينې وړ ګرځېدل – خپله بې ارزښتي کله هم نۀ هېرول – چاپېریال کښې بې درېغه تاو تريخوالي او سوقیانه بې عدلۍ سره کله هم نۀ عادي کېدل – غمځپلو ځایونو کښې خوښي لټول – د زمکې تر تله د ښکلا لټون کول – چې څۀ ساده دي، هغه کله هم نۀ پېچلي کول او چې څۀ پېچلي دي، هغه کله هم نۀ ساده کول – د پوهې او پوهنې زیار کول – کله هم سترګې نۀ اړول – کله هم د هېرې نۀ ښکار کېدل.”

    ‎دې ليک کښې به مونږ د نوموړې هندي قلموالې او ګڼ شمېر نړيوالې جائزې ګټونکې داستان پنځوونکې اروندهتی راے د هغو څېړنو جاج اخلو کومې چې هغې د 1998 نه واخله تر 2016 پورې خپلو بېلابېلو لیکلو مقالو کښې خوندي کړې دي. دغه ټولې مقالې د اروندهتي راے نوي کتاب ‘My Seditious Heart’ )زما باغي زړۀ( کښې چاپ شوې دي چې پېنګوين رانډم هاوس پۀ 2019 کښې خپور کړے دے.

    ‘مائي سېډېشس هارټ’ کښې راټولې کړې شوو مقالو کښې اروندهتي راے د غټو ‌‌‌‌‌‌ډېمونو، جوهري وسلو، ‌‌‌‌‌‌ډېولپمنټ )پرمختګ(، پرائيوېټائزېشن )شخصي کول یعني د هېواد اثاثې پلورل(، ‌‌‌‌‌‌پنګواله ډېموکراسي او جهانیت د اصطلاحاتو او پروژو د څېړلو جریان کښې د ځبېښاک، ښکېلاک او فاشزم رېښي لټولې او موندلې دي. دغه رېښې ئې بیا پۀ خپل بې ساري سبک کښې ليکلې او څرګندې کړې دي.

    دې خبرې ته ښائي زیاته اړتیا نۀ پېښيږي چې اروندهتي راے د دې څېړنو د پاره د سائنسي او منطقي پلټنې مېتهو‌‌‌‌‌‌ډ او د ژاک درېدا د متن د ماتولو تکنيک کارولے دے. دې مقالو کښې دا خبره ‌‌‌‌‌‌ډېره څرګنده مخې ته راځي چې عصري ریاستونو او هېوادونو څنګه د بې وزله اولسونو او مستعمره ملتونو پۀ ضد د لوړو طبقو د پاره د غټو ‌‌‌‌‌‌ډېمونو د جوړولو، د بربادۍ راوستونکیو وسلو د توليدولو او د جهانیت د ازاد مارکيټ د پراخولو پۀ واسطه د منفعتونو، اختیار او ملکیت لاره هواره کړې ده. اروندهتي راے د دغه دسيسو د بربنډولو د پاره د شماریاتو جراحت پۀ بشپړه توګه کارولے دے. هغې دغه مقالو کښې د دې څېړنه هم کړې ده چې د دغه د منفعتونو اغېزه پۀ زمکه، پۀ خاوره، پۀ هوا، پۀ حېواناتو او نورو فطري اجرامو څنګه شوې ده!!! اوس مونږه د خپلې خبرې تشريح د پاره د دغه مقالو نه ځانګړې بېلګې راوړو، څو چې د اروندهتي راے د فکر د بېلابېلو اړخونو صراحت سره پېژندګلو ته ورسو.

    ‘د تخيل خاتمه’ د عنوان تر لاندې پۀ 1998 کښې ليکلې شوې مقاله کښې اروندهتي راے وائي چې د کوم جوهري بم چاودنه هند ‘پوکهران’ کښې د زمکې دننه د دوو سوو نه واخله تر درې سوه ميټره ژوره کړې وه، د هغې نه زېږېدلے حرارت يو ميليون سنټي ګرېډ ؤ او دا حرارت د نمر پۀ مخ د حرارت هومره دے. دغه هومره حرارت پۀ دې پلمه زېږولے شوے ؤ چې د هېواد د دفاع د پاره deterrence يا مانع توليد کړے شي. خو د مانع توليد کولو دغه ټوله پلمه پۀ مغالطو ولاړه وه.

    وړومبۍ مغالطه دا ده چې دغه مانع د نورو پۀ حقله هم دغسې فرض کوي څنګه چې د ځان د پاره حس کوي. يعني د فنا کېدلو وېره. دغه اروائي فرضيه نيمګړې ښکاري. کۀ د دښمن دغه وېره نيشت شوې وي نو بيا؟ د ځان وژونکي هغه اروا به څۀ کوئ چې داسې فکر کوي چې تاسو به ځان سره وړو!!! راجيو ګاندهي باندې ځان وژونکے بريد څنګه وشو؟

    د مانع د پاره د جوهري وسلو د توليد د پلمې دوېمه مغالطه دا ده چې دا پۀ دې وېره او د پوهې پۀ ادعاء اډاڼه لري چې د جوهري وسلو را وستونکې ټولې بربادۍ نه به دښمن خبروي او پۀ خپله به هم د دې بربادۍ د مقدار نه خبر وي. دا امکان نۀ لري!!! جوهري وسلې څۀ صوفيانه وجد نۀ دے چې پۀ خپله به د امن مثبت فکرونه را وپاروي. د حملې مانع د پاره د جوهري وسلو جوړول يوه بربادي راوړونکې ټوقه ده.

    جوهري وسلې زمونږ اعصابو ته ننوځي او زمونږ چلن خپله ولقه کښې راولي، دا زمونږ ټولنه د خپل تاثير لاندې راولي، زمونږ خوبونه رغوي، دا زمونږ د مازغو غوښه کښې خپلې زهرژنې پنجې ښخوي. جوهري وسلې لېونتوب ته وده ورکوي، دا وسلې د ښکېلاک تکميل کوي، دا د سپين پوسته سړي نه زیاتې سپين پوسته دي، بلکې د سپين پوستۍ مغز دي. “دا وئيلے کېږي چې کوکاکولا د غرب کلتور دے، دا اېټم بم د کوم ځاے کلتور دے؟”

    داسې هم اورو چې د بم ذکر ‘ويد’ کښې راغلے، خو کۀ پۀ ځير وګورو نو کېدے شي چې څۀ پۀ کښې څوک موندل غواړي، هغه پۀ کښې موندے شي. جوهري وسلې تر ټولو زيات هغه غېر جمهوري، غېر انساني او غېر ملي ابليس دے چې مخکښې کله هم نۀ ؤ زېږېدلے. د زمکې سياره څلور نيم اربه (4.6bn) کاله مخکښې زېږېدلې وه او د جوهري وسلو پۀ برکت دا يو مازيګر لوخړه کېدې شي. هند کښې چې څنګه د جوهري بم چاودنه وکړې شوه او څنګه دې ته هرکلے ووئيلے شو، دا زۀ ‘د انساني تخيل خاتمه’ بولم.

    ‘د ډېرو خلکو ښېګړه’ تر عنوان لاندې ليکلې مقاله کښې اروندهتي راے د غټو ډېمونو لۀ امله د اولس ځبېښاک باندې دقيق بحث کړے دے. دې مقاله کښې اروندهتي راے ليکي چې د هند د اوبو د مرکزي کميسون تر مخه هند کښې درې زره شپږ سوه (3,600) هغه ډېمونه دي چې ورته غټ ډېمونه وئيلے کېدے شي. دې کښې درې زره درې سوه (3,300) ډېمونه د استقلال نه وروستو جوړ کړے شوي دي. د زر نورو ډېمونو تعمير د پاې پړاو کښې دے. د دې باوجود زمونږ د نفوسو پينځمه برخه شمېر يعني دوه سوه ميليونه خلکو ته د څښکلو صفا اوبۀ نۀ رسي او درېمه برخه نفوس يعني شپږ سوه ميليونه خلک د سخاوالي ځاے ته د رسولو اساني نۀ لري.

    ټوله نړۍ کښې د غټو ډېمونو پۀ ضد خوځښتونه کېږي، ځکه د ټېکنالوژۍ لۀ پلوه پرمخ تللې نړۍ کښې د غټو ډېمونو پروژې نړولې کېږي. دا ادعاء چې غټ ډېمونه د ګټې پۀ ځاے زيان رسوي، اوس يواځې يوه مفروضه نۀ ده – غټ ډېمونه فرسودګي ده او غېر جمهوري پروژه ده. دا د دولتونو او هېوادونو د زيات واک تر لاسه کولو پلمه ده. د غټو ډېمونو پروژې د کښتګرو او بزګرو نه د هغوي د پوهې تروړلو يقيني لاره ده. دا يوه داسې بربنډه وسيله ده د کومې پۀ واسطه چې د بې وزلو نه اوبۀ، زمکه او اوبۀ خور تروړلے کېږي او شتمنو ته ډالۍ کېږي. د غټو ډېمونو ډنډونه پۀ لکهاو خلک بې کوره کړي او کډوالۍ ته ئې مجبور کړي. د اکالوژي (Ecology) د پلوه هم غټ ډېمونه بې درېغه زيانمن دي. دا خاوره ورېژوي او د ضياع پله ئې ټېلوهي. دا سېلابونه راولي، زمکه زيمژنه کوي او خلک رنځونو کښې اخته کوي. لۀ دې امله پر مختللې نړۍ کښې د غټو ډېمونو توليداتي پروژه شنډه شوې. اوس دا ټېکنالوژي دوي د پرمختګ د مرستې پۀ پلمه بې وزله قامونو باندې هغه شان پلوري لکه څنګه چې نور ضائع کېدونکي توليدات لکه وسله، طيارې او د بوټو ضائع کېدونکي دارو درمل – دغه مرسته لکه د ښکېلاک ګرۍ يو بل ځبېښناک تجارت دے.

    مونږ ته وئيلے کېږي چې “هند کلو کښې ژوندے دے” – دا ډېره عبث خبره ده!!! “هند کلو کښې مري”. د هند کلي د ښارونو د اسانتياو د پاره مشقت کوي او دې کلو کښې خلک يواځې تر ساه اخستلو ژوندي دي. دا تاثر چې ګواکې د رياست پراخه بشپړتيا د هرې لحظې پېدا کېدونکو ستونزو د حل لارې لټولو د پاره لۀ مجبوريته لا نور بشپړه کېږي، يوه ډېره د خطر نه ډکه مفروضه ده!!! حقيقت دا دے چې رياست ستونزې توليدوي – دا د افلاس د توليد کولو يو خورا غټ مشين دے چې بې وزله د بې وزله سره د جنګولو لوے مهارت لري. دا د خفګان خبره ده خو چې تر څو مونږ د رياست غوړولې لومې باندې باور لرو نو د بهترۍ هېڅ هيله نۀ شو موندې. د هيلو د پاره به مونږ دغه باور ماتوو.

    ورځ تر ورځه د يو يو سيند، د يو يو ځنګل، د يو يو مزائل، د يو يو بم د ماتېدلو پۀ ترڅ کښې مونږ ماتولے کېږو او دا ماتېدل حس کولے هم نۀ شو. غټ ډېمونه د يو ملت د ډوېلپمنټ د پاره داسې دي لکه څنګه چې د فوج د وسلې ډپو د پاره اېټم بمونه وي. دا دواړه د اولس-وژنې تر ټولو غټې وسلې دي. دا دواړه دولتونه او رياستونه د اولس خپله ولقه کښې راوستلو د پاره کاروي. دا دواړه د شلمې پېړۍ هغه پېلامې دي کومې چې دا ښائي چې د بشر ذهانت خپل ‘د بقاء جبلت’ وروستو پرېښودو. دا دواړه د بشر هغه پوهې پورې پچموزې کوي کومه چې د اګۍ چرګې سره، د شودو غوا سره، د خوراک ځنګلونو سره، د اوبو دريابونو او سيندونو سره، د هوا ژوند سره او د زمکې انساني بقاء سره تړون پېژني او حس کوي.

    د کډوالۍ يواځې يوه بېلګه د انساني بربادۍ دغه پروژه پۀ جدي توګه روښانه کوي. د رسمي شمارياتو تر مخه پۀ 1979 کښې د سردار ساروار (Sardar Sarovar Project) د ډنډ لۀ امله د شپږ زره (6,000) نفوسو د بې کوره کېدو احتمال ؤ. پۀ 1987 کښې د کډوالو دغه شمېر دولس زره (12,000) نفوسو ته ورسېدو. 1991 کښې دغه شمېر اووۀ ويشت زره (27,000) ته او پۀ 1992 کښې د څلوېښت زره (40,000) کوړمو د کډوالۍ احتمال را ولاړ شو. د غېر رسمي شمېر تر مخه نن د دغه ډنډ لۀ امله د پينځۀ لکهه (500,000) کوړمو د کډوالۍ امکان دے.

    د ‘طاقت د سياست’ تر عنوان لاندې اروندهتي راے د هېوادي او ملي اثاثو د پلورلو پۀ عمل فکر را پاروونکے بحث کړے دے. اروندهتي راے ليکي چې کله دا ټول سيندونه، درې، ځنګلونه او غرونه پۀ بازاري زرق برق کڅوړو کښې بند کړے شي او پۀ افرادو وپلورل شي نو د هېواد او دولت لاس ته به څۀ راشي؟ سرۀ زر؟ پۀ سرو زرو به بيا هېوادونه څۀ کوي؟ جوهري وسله به دې د پاره رغوي چې د زمکې پۀ سر د فطرت څومره منظرې لا پاتې دي، چې هغه هم وسوزوي؟؟؟

    يو ليکوال او قلموال خپل ټول ژوند دې موخې ته وقف کړي چې د ژبې د زړۀ تل ته لاړ شي او د فکر او د معنې واټن چې کۀ بېخي د منځه يو نۀ سي نو چې څۀ کموت پۀ کښې ارومرو راولي. د ‘هېګ’ د اقتصادياتو نړيوال کانفرنس کښې زۀ يو بل ډول کړنې سره مخ شوم. دلته ژبه د فکر او هوډ د پټولو د پاره وکارولې شوه. دلته هغه هنر چې دوي پرې خورا ډېرې ګټې کوي، د دې د پاره وکارولے شو چې د خپلو تجارتي کمپنيو او بنسټونو د منفعتونو ګرافونه داسې ژبه ترسيل کړي چې هغه عام اولس ته د دې هېڅ درک و نۀ لګي، د چا د پاره چې دا څرګندولې کېږي. دوي پۀ هغه واټن کښې خوښي مومي کوم چې د دوي وېنا او د دوي پلورنه کښې زېږېږي. دوي يواځې د فطري وسيلو د شخصي کولو تشويق نۀ پېدا کوي، بلکې پۀ خپله د پاليسۍ د شخصي کولو پروژه پۀ مخکښې بوځي. د ډېم جوړوونکي د اولس اوبۀ خپله ولقه کښې راوستل غواړي، د برېښنا وېشونکې کمپنۍ د برېښنا پاليسي جوړول غواړي او د اقتصادياتو شخصي کمپنۍ د دولت د سرمايه کارۍ نۀ کولو د پاره پاليسي جوړوي.

    د شخصي کولو يا د دولت د اثاثو پۀ افرادو د پلورلو اصل معنٰي څۀ ده؟ حتماً دا د هېواد او رياست د اولسي توليداتي اثاثو پۀ اشخاصو او شخصي کمپنيو پلورل دي. توليداتي اثاثو کښې فطري وسيلې لکه هوا، اوبۀ او ځنګلونه شامل دي. دا وسيلې يو هېواد يا رياست د خلکو او اولس د امانت پۀ توګه د ځان ملکيت ګرځوي. د هند پۀ شان يو هېواد کښې اويا فيصده (70%) اولس يعني اووۀ سوه ميليونه خلک کلو او بانډو کښې استوګن وي – پۀ کلو او بانډو کښې د استوګن اولس ژوند نېغ پۀ نېغه پۀ دغه فطري وسيلو اړ وي. د دغه اولس نه دا وسيلې او اثاثې تروړل او دا پلورل اولس د ژوند د اساس نه محرومه کول دي. دا يو داسې وحشيانه عمل دے چې بېلګه ئې تاريخ کښې نۀ شي موندلې کېدې.

    د طاقت پۀ اس سور د توليد دېو نن غټې دسيسې ته اړولې ده – ډېمونه، غرونه، وسلې، د برېښنا توليدات، اولس ته د څښکلو د اوبو رسولو پروژې، ټيليفوني اطلاعاتي نظام، انتظام، د علم او پوهنې د ترسيل نظام، حياتياتي تنوع، تخمونه او هغه ټوله توليداتي ټېکنالوژي کومه چې دا ټول هر څۀ تعامل کوي؛ دا ټول هر څۀ خپله ولقه کښې راوستل غواړي. برېښې داسې چې لکه ژوند او د ژوند تعاملات خپل ملکيت کښې راوستل غواړي. ‘د دېو استازي’ د درېمې دنيا هېوادونو ته داسې را درومي لکه چې د بې وزله اولس مسيحا راشي – د دې دېو د پلورنې پېژندنې د پاره د دېو د استازو پۀ اصطلاحاتو پوهېدل اړين دي.

    د بېلګې پۀ توګه به دا خبره داسې تشريح کړو – د نړۍ د برېښنا د توليد د الاتو جوړلو باندې د څلورو غټو تجارتي بنسټونو غلبه ده. دا څلور واړه پۀ ګډه د شلو زرو مېګاواټو د برېښنا د توليد الې جوړوي. د يو شمېر علتونو پۀ اساس د نړۍ د برېښنا توليد د پاره د هم دومره الاتو اړتيا وي. لۀ دې وجې دې بېن المللي بنسټونو سره هر کال د ګڼ شمېر الاتو انبار د کارولو نه پاتې شي. د دغه بې ضرورته الاتو بوج دا نړيوال تجارتي بنسټونه د خپلو اوږو نه کوزول غواړي. پۀ اقتصادي توګه وروستو پاتې هېوادونه د دې اضافي الاتو مارکيټ وګرځي.

    زمونږ دې جهان سره دومره غټه منفي کړنه جريان لري چې پۀ هغې سر خلاصېدل مشکل دي. دا د لويې خطرې نه ډکه کړنه ده. پۀ يو وخت کښې د دې پۀ محيط پوهېدل، دا تعريفول او د دې د کميت حساب لګول ناممکناتو کښې راځي. بيا د دې خطر پۀ ضد مزاحمت کول خو بېخي مشکل شي، ځکه د مزاحمت يواځينۍ لار دا جوړېږي چې د دې لوے خطر بېلابېل اړخونه ولټوو او د مشخصو اړخونو ضد مشخص مزاحمتونه پېل کړو. د بشريت د غړپ وهلو هوس لرونکے دغه دېو به ښخول غواړي.

    ‘خبره مونږ ماهرانو ته پرېږدو!’ تر عنوان لاندې ليکلې شوې مقاله کښې اروندهتي راے وړومبے د ليکوالۍ او قلموالۍ د هنر د موخو جاج اخستے. هغه ليکي، يو داسې هېواد چې پۀ کښې درې سوه ميليونه اولس بې سواده وي، هغه هېواد کښې يو د شهرت لرونکي او معروف ليکوال خطاب تر لاسه کول شکمنه انګېرنه ګرځي. يو داسې هېواد کښې د ليکوالۍ هنر خپلول چې هغه هېواد کښې مهاتما ګاندهي زېږېدلے وي، چا چې د عدم تشدد او عدم خشونت مزاحمت ايجاد کړو، يو ډېر زړۀ بوږنوونکے بوج ګرځي. يو داسې هېواد کښې، چرته چې د ‘ډوېلپمنټ’ پۀ پلمه خپلمنځي غېر اعلانيه جنګ ورتپولے شوے، هلته ليکوالي يوه درنه ذمه واري ده. د ليکنې او ليکوال د پاره د درنې ذمه وارۍ دغه توکي زۀ پۀ ډېر نا زړۀ کارولو باندې ځان بې وسه بولم.

    نو راځئ چې اوس دې سوال ته راشو چې پۀ يوه ټولنه کښې د يو ليکوال يا هنرمند وظيفه څۀ وي؟ ایا دوي يوه مشخصه وظيفه لري؟ ایا دغه وظيفه پۀ تخصيصي ډول تعريفولې کېدې شي؟ يا تعريفول ئې پکار دي؟ ایا يو ليکوال يا هنرمند د پاره څۀ قاعده يا ضابطه ټاکل اړين دي؟

    “زما پۀ اند يو ليکوال يا هنرمند د پاره وړومبۍ قاعده دا ده چې دې د پاره يوه قاعده هم نشته” – ګنې دا وړومبۍ قاعده د ماتېدو ده نو ځکه د یو ليکوال يا هنرمند د پاره بايد يو جواز هم و نۀ تراشلے شي. ليکوالان، انځورګران، نڅاګران، سندرغاړي، کلاکاران، فلمګران او موسيقاران بايد الوت وکړي، تاثرات پراخه کړي، د بشري تخيل څنډې ارتې کړي، د غېر متوقع شيانو نه ښکلا وپنځوي او چې هغه چرته سحر ولټوي، چرته چې نورو وګړو د څۀ موندلو هډو طمع نۀ وي کړې. کۀ د پنځګرو الوت لنډ کړے شي، کۀ د دوي وزرونه د عېن حال د ټولنې د اخلاقياتو او ذمه واريو پۀ پلمه پرېکړې شي او کۀ دوي د ‘حال’ د اقدارو زندان کښې بنديوان کړے شي نو د دوي د پنځونې زيار به شنډ شي.

    يو ستر ليکوال د تپلې شوو ټولنيزو ذمه واريو نه انکار کولے شي، خو پۀ دې هم پوهېږي چې کۀ پۀ ډېرو ستړو لاس ته راوړې شوو ازاديو نه لاس پۀ سر شي نو د بدرنګه هنر پنځونه به کېږي. پنځونه د احساس، ذمه واريو او اخلاقياتو داسې يوه پېچلې تنسته ده چې لیکوال ئې پۀ خپله ځان د پاره را ټولوي. دا ځانګړې وي، دا فردي وي خو دا موجود وي. پۀ مخ تللي هنر کښې دا د پنځګر او د هغۀ د وسيلې تر منځه يو مهين جوړښت کښې څرګندېږي.

    ما ته ‘ليکوال فعال’ (Writer-Activist)ولې وئيلے کېږي؟ کۀ دا اصطلاح زما د ثناء د پاره هم وي نو دا ما زوروي؟ ما ته احتمالاً ليکوال فعال ځکه وئيلے کېږي چې ما د نړيوال جائزه ګټونکي ناول ‘دي ګاډ اٰف سمال تهنګز’ (The God of small things) د ليکلو نه وروستو څو سياسي مقالې وليکلې. ‘د تخيل خاتمه’ تر عنوان لاندې د هند د جوهري بم پۀ چاودنه مې مقاله وليکله – ‘د زياتو خلکو ښېګړه’ تر عنوان لاندې مې د غټو ډېمونو او ډوېلپمنټ مباحثه پېل کړه او ‘سياست د قدرت’ لاندې مې د اوبو، برېښنا او اړين انفراسټرکچر پۀ شخصي کولو مقاله وليکله.

    اوس زۀ دې فکر وړې يم چې څوک ‘دي ګاډ اٰف سمال تهنګز’ غوندې ناول ليکي، هغه ‘ليکوال’ ګڼلے کېږي او چې څوک سياسي مقالې وليکي، هغه ‘فعال’ ګڼلے کېږي!!! دا خبره سمه ده چې ‘دي ګاډ اٰف سمال تهنګز’ قصئيزه ليکنه ده خو د دې موضوع او متن کښې هغومره سياست دے، څومره چې دغه سياسي مقالو کښې دے. دا سمه خبره ده چې مقالې غېر قصئيزې ليکنې دي خو دا پرېکړه کله شوې چې “غېر قصئيز ليکونکي به ليکوال نۀ ګڼلے کېږي”؟ زما مفروضه دا ده چې ما سره د دې دوه اړخيزې اصطلاح د تړلو علت دا نۀ دے چې ما سياسي ليکنې کړې دي، ما سره دغه دوه اړخيزه اصطلاح ځکه ليکلې کېږي چې ما پۀ متنازع موضوعاتو او مسئلو خپلو دغه سياسي مقالو کښې يو دريځ خپل کړے او د دې نه لږه مخکښې هم تلې يم. د دې دريځ د مرستې د پاره مې تر خپله وسه خلک هم را بللي دي. ښائي يويشتمه پېړۍ کښې يو ليکوال د پاره دريځ خپلول او بيا هغه دريځ د پاره فعاليت کول مهين نۀ ګڼلے کېږي. زۀ پۀ ځاني ډول پۀ دې خبره پوهېږم چې د يوې پنځونې د پاره پېچلتيا، عموميت، ځيرکتوب او ابهام تراشل مهم دي، خو ایا دا د ليکوال د پاره د لزم حېثيت لري چې هغه به هر څۀ کښې او پۀ هر ځاے کښې ابهام نه کار اخلي؟ ایا دا خبره رښتيا نۀ ده چې د بشر تاريخ کښې ډېر ځلې ځيرکتوب او هوښيارتيا د هر اند د پلمې پۀ څير مخې ته راځي؟ او احتياط پۀ حقيقت کښې بزدلي وګرځي چې کله مهينتيا د زوال يواځې يوه پړده وي؟ چې کله ابهام پۀ اصل کښې بد کوونکو ته لاس ورکول شي؟ د تهيورۍ پۀ راز دا ممکنه ده چې د اولسونو او قامونو ټولنيز ژوند کښې داسې وختونه راشي چې هغې کښې پۀ يو دريځ ودرېدل اړين شي. زۀ پۀ دې باور یم چې را روانو څو کلونو کښې به مونږ پۀ ټولنيزه توګه داسې حالت سره مخ کېږو چې زمونږ دانشور او هنرمند به پۀ يو دريځ ودرېږي. دا حالت به ښائي داسې وي چې پۀ دومره لوے کچ به اولس نه د هغوي ملکيت وتروړلے شي چې تاريخ کښې به ساري نۀ لري. تاسو به زما د دې خبرې دا حتماً اټکل کړے وي چې زۀ د ‘جهانيت’ د نوي ډول خبره کوم.

    جهانيت څۀ شے دے؟ دا د چا د پاره دے؟ دا به د هند پۀ شان يو داسې هېواد سره، چرته چې عدم تساوت او ټولنيزې بې عدلۍ د نسلي امتياز پۀ ډول لۀ پېړيو نه ادارتي رنګ اخستے دے، څۀ چل کوي؟ جهانيت به داسې يو هېواد سره څۀ چل کوي چرته چې اووۀ سوه ميليونه اولس کلو کښې اوسېږي او چرته چې درې سوه ميليونه اولس ليک لوست نۀ شي کولے؟ ایا د کښتګرۍ د اوبو د رسونې او د برېښنا پلورل او شخصي کول به هند د افلاس، بې سوادۍ او مذهبي افراطيت د ولاړ ډنډ د چقړو نه را وويستے شي؟ ایا جهانيت به د باسواده او بې سواده، د شتمنو او نېستمنو او د ټيټو او لوړو نسلونو تر منځه واټن کښې کموت راولي؟ او کۀ نه د پېړيو را هسې مسلط شوو شتمنو ته به لا نور لاس هم ورکړي؟ ایا جهانيت د افلاس لۀ منځه وړو د پاره دے کۀ نه دا د ښکېلاک د لرې نه او پۀ ډيجيټل راز د کنټرول کولو يو بل ډول دے؟ د دې سوالونو ځوابونه به پۀ دې راز توپير ولري چې دا د کلو نه ځوابېږي کۀ د ښارونو د خټينو او بې وزله محلتونو نه ځوابېږي، کۀ د منځنۍ طبقې درشلو نه د دې ځواب را رسي او کۀ د غټو طبقو د رئيسانو غټو غټو دفترونو نه د دې ځواب راځي!!! داسې وئيلے کېږي کۀ چرې مونږه د انتظام راست ادارې ولرو: لکه مؤثر عدالت، ښۀ قوانين، اخلاص مند سياستمداران، ګډواله ديموکراسي او داسې شفافې انتظامي ادارې ولرو چې د بشري حقونو خيال وساتلے شي او د اولس رايې ته ارزښت ورکړي؛ نو بیا جهانيت د بې وزلو پۀ ښه راتلے شي. خو کۀ مونږ دغه هر څۀ ولرو نو بيا خو هر نظام د کار دے – کۀ پنګه والي يا اشتراکيت وي او کۀ څۀ بل څۀ نظام!!!

    مونږ له چې څۀ لټول، تراشل او ځلا کول پکار دي، هغه د يو نوي ډول سياست دے. د انتظام سياست نۀ بلکې د مزاحمت سياست!!! د اختلاف او خړنج سياست!!! د محاسبې سياست!!! د شيانو د پۀ مزه کولو سياست!!! پۀ جهاني توګه د لاسونو د ورکولو او د بربادۍ د ايسارولو سياست!!! “زما پۀ اند چې دې عصر کښې څۀ جهاني کول پکار دي، هغه دے ‘د اختلاف څرګندونه’”!!!

    ‘جنګ امن دے’ تر عنوان لاندې اروندهتي راے ليکي چې اولسونه کله کله جنګ وګټي او دولتونه او حکومتونه کله کله جنګ وبائيلي. اولسونه ومري خو حکومتونه پۀ نوي ډول واغږل شي او ‘شپږ سري’ شي. حکومتونه وړومبے بېرغونه وسپړي او هغې کښې د اولسونو مازغۀ را ونغاړي، بيا د اولس اصل فکرونه وسوزوي او پۀ پاې کښې پۀ خوښه وژل شوو باندې کفنونه وغزوي. دا اوس هغه وخت راغلے چې د بشر نوغے بايد لږ پښه نيولے شي او د خپلې نوې او عنعنوي ټولنيزې پوهې تل ته کوز شي – څۀ چې پۀ يوولسم ستمبر وشول، هغې جهان د تل د پاره بدل کړو. ‘پرمختګ’، ‘شتمنۍ’، ‘ټېکنالوژۍ’ او ‘جنګ’ نوې معنې واخستې. دولتونه بايد دې نوي بدلون ته پۀ اخلاص او عجز تسليم شي او د نوي جهان نوي کارونو ته د زړۀ د خلاصه لاندې وځي. بدبختانه جهاني ايتلاف کښې لا د داسې ډول تفکر نخښې نخښانې نۀ دي ښکاره شوې.

    نو بس مونږ پۀ دې خبره پوهه يو چې “اوس خنزير ته اس وئيلے کېږي او جنګ ته امن.”

    لږ نو د هغو هېوادونو فهرست ته ځير شئ چې د امريکې متحده ايالاتو ورباندې د دوېم لوے جنګ نه وروستو جنګونه ور تپلي دي: چين (1953-1950)، کوريا (1953-1950)، ګواټيمالا (1969-1967)، انډونيشيا (1958)، کيوبا (1960-1959)، بېلجين کانګو (1964)، پېرو (1965)، لاوس (1973-1964)، وېتنام (1973-1961)، کمبوډيا (1970-1969)، ګرېناډا (1983)، ليبيا (1989)، ال سلواډور (1980)، نکاراګوا (1980)، پاناما (1989)، عراق (2001-1991)، بوسنيا (1995)، سوډان (1998)، يوګوسلاويه (1999) او دا هم اوس افغانستان – دا د جهان د تر ټولو زیات ‘ازاد ملت’ نۀ ستړے کېدونکے زيار دے!!! او ازادي څنګه؟ د خپلو پولو دننه تر څۀ حده د وېنا ازادي، د فکر ازادي، د هنري پنځونې ازادي، د خوراک ازادي او د جنسي تمايلاتو ازادي؛ او د خپل هېواد د پولو نه پرته د نورو هېوادونو د سپکولو، مغلوبولو او مستعمره کولو ازادي!!! او دا ټول هر څۀ د امريکې د متحده ايالاتو هېواد د خپل اصل مذهب يعني د ‘ازاد مارکيټ’ د خدمت د پاره تر سره کوي. لوبه داسې وي چې وړومبے د صدام حسېن مرسته وکړه او بيا ئې لۀ منځه يوسه – وړومبے ‘مجاهدينو’ ته پېسې ټکې ورکړه او بيا ورباندې بمونه ووروره!!! دا خبره اوس تر ډېره حده وثوق ته رسېدلې چې د امريکې د متحده ايالاتو د وسلې صنعتونه، د تېلو صنعتونه او د ميډيا ستر بنسټونه او دې سره سره د بهرنيو چارو پاليسيانې دغه ازاد مارکيټ سره د تړلو غټو تجارتونو د ايتلافونو کنټرول کښې دي.

    خبره د ښۀ او بد او د اسلام او مسيحيت د نزاع نۀ ده، خبره د ژوند عناصرو ته د ځاے ورکولو ده. څو چې د ژوندو بېلابېل رنګونه ومنلے شي، چې د مستعمره کولو د عواطفو لاره ونيولې شي او دغه عواطف تر خپل واک لاندې راوستے شي – چې د هر ډول ښکېلاک لاره ونيوې شي – د اقتصادي، عسکري، لساني، مذهبي او کلتوري – د اکالوژۍ هر ماهر به درته ووائي چې متنوع کلتورونه يو شان کول د زمکې پۀ سر ژوند ته څومره خطر جوړېدے شي!!! د دې مثال بېخي داسې دے لکه چې د پلاسټک کڅوړه کښې د چا سر تر هغه وخته وټومبلے شي، څو ئې چې د ساه اخستو توان ختم کړے شي.

    څنګه چې د نوې زرکلنې وړومبے کال را نزدې کېږي نو داسې فکر کوم چې چرته مونږ د خوب ليدلو حق خو ګاڼه کړے نۀ دے؟ اوس مونږه د ښکلا سردوبار تخيل پنځولے شو؟ مونږه د سهار د نوې وړانګې څرک ليدے شو؟ مونږه د بلبلې سندره اورېدې شو؟

    د ‘اهمسا’ (Nonviolence) تر عنوان لاندې اروندهتي راے ليکي چې صرف د هغه دولت او حکومت د ترهګرۍ غندنه رښتيا ګڼلې کېدې شي کوم چې د عدم تشدد او عدم خشونت يو مستند او مدلل نظر ته مثبت بدلون ښائي؛ خو د جهان د حکومتونو چلند د دې اپوټه ښکاري. ټول جهان کښې د عدم خشونت د غورځنګونو چخڼي کېدل روان دي. د عدم تشدد غورځنګونو ته پۀ درنه سترګه نۀ کتل به حتماً پۀ تشدد ولاړ غورځنګونه نور توانوي. ټوله نړۍ کښې حکومتونه او رسنۍ د جنګ خبرو ته بې درېغه ځاے، پنګې، تحقيقي پروژې او توجو ورکوي نو د دې عمل نه يو د خطر نه ډک پېغام خورېږي او هغه دا چې “کۀ د نړۍ توجو ځان ته را ګرځول غواړې نو د خشونت او تشدد چلند به کوې!!!” دا معلومه خبره ده چې تشدد بدرنګ وي، ناڅاپي وي او بې انډوله وي. پۀ يويشتمه پېړۍ کښې د مذهبي بنيادګرۍ او افراطيت، د جوهري رياستي قامپرستۍ او د جهانيت لۀ امله د کلهمې ابادۍ د بې درکه کولو تر منځه تړاو لۀ پامه نۀ شي غورځولے کېدے.

    پۀ 2016 کښې اروندهتي راے ‘زما باغي زړۀ’ تر عنوان لاندې يوه بشپړه مقاله وليکله او ښائي خپل ټول سياسي دريځ ئې پۀ کښې روښانه کړو. د دې مقالې پېل کښې اروندهتي راے ليکي چې ما يو وار ټيليوژن د فرورۍ پۀ يوه لنډه شپه کښې چالان کړو نو دا مې باور ؤ چې کۀ ما د اوسني ملکي حالاتو پۀ حقله نۀ څۀ ليکلي يا وئيلي هم وو، خو زما نوم به د ملک دښمنه وګړو پۀ وړومبي فهرست کښې ثبت شوے وي. اوس نو دا معلومه خبره ده چې د وژلو، د قتلولو، پۀ پوهنتونونو د پوليس د بريدونو، د محصلينو د نيولو او د بېرغنونو د رپولو د زور زياتي احکاماتو پۀ حقله زما دريځ د ملکي اسټېبلشمنټ د دريځ سره تفاوت لري. يو وخت کښې د دريځ دغه توپير ته ‘د کره کتنې شعور’ وئيلے کېدلو خو نن سبا هند کښې د دريځ دغه توپیر ته ‘بغاوت’ وئيلے کېږي.

    دا هم نن، هند کښې يواځې پينځۀ فيصده (5%) د همنسلي ودونو امکان شتون لري. دا هم نن، هم د نسليت نه پرته وادۀ ځوانان د مرګ غېږې ته ور وړے شي. زما دا خبره هم اور بلولے شي نو ځکه زۀ د بيمراو امبېډکر شا ته د پټېدلو هڅه کوم. امبېډکر خپله د 1936 مقاله ‘د نسليت معدوميت’ (The Annihilation of Caste)کښې ليکلي وو،

    وړومبے څيز چې تسليمول ئې اړين دي، دا دے چې د ‘هندو ټولنې’ اصطلاح يواځې يوه اسطوره ده – بذات خود ‘هندو’ نوم هم څۀ حقيقت نۀ لري. دا نوم مسلمانانو[1] د ‘اباسين’ د شرق غاړې ته اوسېدونکو ځائي وګړو ته ځکه ورکړے ؤ چې دوي توپير سره وکړے شي.”

    نولسمه پېړۍ کښې چې کله برطانوي استعمار د مقامي انتظام د پاره پۀ محدود کچ د نمائندګۍ او رايې بندوبست مخې ته راوړو نو د ‘هندو’ دغه اصطلاح د سياسي ګټې د پاره ‘د ابادۍ مترادف’ وګرځولې شوه. تېرو شوو پېړيو کښې هند کښې د ټيټ ګڼلے شوي نسلونو پۀ ميليونو نفوسو بدهـ مت، اسلام، سکهـ مت او مسيحيت خپل کړے ؤ. ماضي کښې د لوړ ګڼلے شوي نسلونو خلکو د پاره د نورو عقيدو او مذهبونو خپلول څۀ دومره خبره نۀ وه. کله چې د ابادۍ د رايې سياست منځ ته راغے نو د لوړ کچ طبقو او نسلونو د پاره د نورو مذهبونو خپلول د اندېښنې وړ خبره شوه. مخکښې چې کوم نسلونه د ټولنې نه ويستے شوي وو او لاس لګېدل ورسره کرکژن ګڼلے کېدل، هغوي اوس د ابادۍ برخه وګرځولے شول، څو چې د ‘هندو’ ابادۍ ساحه ورسره پراخه کړې شي.

    کله را هسې چې پۀ 1925 کښې د ‘راشټريه سوئم سېوک سَنګهـ’ (RSS) بنسټ ايښودے شوے دے، هغه را هسې دا د نظرياتو واکمنه کمپني د بېلابېلو متنوع مذهبونو، شناختونو، نسلونو او قبيلو شناختونه د هندو راشټريه )قام( پۀ دېګ کښې د ويلې کولو هڅې کوي. دا هڅه بېخي داسې بېلګه لري لکه چې يو غټ بحر نه د بهارت ماتا يوه ډبرينه مجسمه وتراشلې شي؛ اوبۀ ډبرې ته اړول عملي امکان نۀ لري خو د دې هڅو جريان کښې اٰر اېس اېس دغه ټول بحر الوده کړو او دې کښې ئې بوټي او مهيان زهرژن کړل. د اٰر اېس اېس د مسوليني او هټلر نه اغېزمنده د ‘هندوتوا’ دغه نظريه ټول هندي مسلمانان خپلې ليکې ته راوستل غواړي. د اٰر اېس اېس د مفکورې تر مخه دې پروژه کښې کميونسټان، مسيحيان او مسلمانان تر ټولو غټ خنډان دي. اٰر اېس اېس پۀ توندۍ خپل دغه هدف ته روان دے نو ځکه زمونږ نظر ته هر څۀ ګډوډ ښکاري، خو دا ټول ګډوډے منظمه لړۍ لري. د اٰر اېس اېس بېلابېلې څانګې پۀ لکهونو کارکنان لري او اوس ئې خپل کارکنان پۀ منظمه توګه د دولت کمېټيو، پوهنتونونو، افسرشاهۍ او استخباراتو ته هم ننويستلي دي. د دې يوه بېېلګه د هند جوهري چاودنه ده. هند مخکښې هم چاودنې کړې وې خو دې وار چې د جوهري چاودنې نمانځل او ننداره څنګه وشوه، دا بې ساري وه. دا د ‘هندو بم’ پۀ څير ونمانځل شو او دا خبره خوره کړې شوه چې دې سره به د هندو راشټريه خوب رښتيا کړے شي او بيا د دې نه پس يو څو ورځې وروستو پاکستان يو ‘مسلمان بم’ منځ ته راوړو او اوس دا دے د دواړو هېوادونو اولسونه د دوو داسې جوهري بم لرونکو جنګيالي چرګانو تر منځه دل کېږي، چا ته چې يو بل سره نفرت ښودلے شوے دے. دواړو هېوادونو يو بل سره د نفرت مسابقت کښې د مذهبي فاشزم پۀ ترڅ کښې خپل اولسونه زنداني کړي دي او کشمير د دوي د نفرت تر ټولو لويه پلمه ده.

    اٰر اېس اېس او بي جے پي )’بهارتيه جنتا پارټي’ د اٰر اېس اېس يوه سياسي څانګه ده[2]( دې جريان کښې د فکر او دانش پۀ ضد جنګ پېل کړو. د هند د وړومبي کچ پوهنتونونو يعني د حېدراباد پوهنتون، د هند د ټېکنالوژۍ انسټيټوټ او د جواهر نهرو پوهنتون پۀ ضد دسيسې پېل شوې. د محصلينو پۀ بنسټونو بريدونه پېل شول. اٰر اېس اېس دا خبره نۀ شي زغملې چې د ټيټ کچ نسلونه کوم چې يواځې درې فيصده (3%) لوړو زدکړو ته رسي، پۀ جواهر نهرو پوهنتون کښې د هغوي شمېر پنځوس فيصده (50%) ته ورسېدو. د مذهبي فاشزم يو داسې چپاو جوړ کړے شو چې منورين ئې دل کړل. د دغه منورينو ګناه يواځې دا وه چې د مودي څۀ تضادات او تناقصات ئې مخې ته راوړل. د بېلګې پۀ توګه مودي د ټولټاکنو خپل مهم کښې دعويٰ کړې وه چې د هند شتمنو د ټېکس نه بچ کېدلو د پاره پۀ زرګونو اربه روپۍ پۀ بهرني ملکونو کښې ډب کړې دي او دے به دا ټولې روپۍ راوړي او هر وګړي ته به اوولس لکهه روپۍ پۀ خودکاره وضع تر لاسه کېږي. د روپيو راوړل لا پرېږده چې اوس هر کال هند کښې پۀ کروړونو وګړي د غربت کرښې نه ښکته غورځېږي.

    زمونږ د زمکې سياره څلور نيم اربه کاله عمر لري. بشر د زمکې پۀ مخ دوه لکهه کاله مخکښې ښکاره شو، څۀ ته چې مونږ ‘انساني تهذيب’ وايو – دا بس يو څو زره کاله زوړ دے. هند د خپلو موجوده پولو پۀ بنسټ يواځې اتيا کاله زوړ دے. دا خبره مونږ ته پۀ څرګنده توګه د فکر بلنه راکوي. يو بېرغ ته عبادت کول؟ دې د پاره يا خو زما فکر ډېر ماډرن دے او يا بيا ډېر زوړ دے.

    اروندهتي راے خپلو دغه ټولو مقالو کښې د نړيوال او رياستي سياست تړاو لرونکې مهمې فکري لړۍ څرګندې کړې دي. يواځې پۀ دې ئې اکتفاء نۀ ده کړې، بلکې هغه تعاملات او کړنې ئې هم ښکاره کړې دي، د کومو پۀ واسطه چې د بې وزله اولسونو او محکومو قامونو نه د هغوي ګټه وټه، د هغوي وسيلې، د هغوي مشقت، د هغوي خپل علم او پوهه او د هغوي اختيار تروړلے کېږي. چې پۀ کوم ډول د اولسونو او قامونو د بې وزله کولو تګلارې وضع کړلې کېږي، هغه يو منظم عمل دے. د اکثرو اولسونو بې وسي د يو چونګ چوڼ خلکو شتمنۍ سره مستقيم اړيکه لري.

    وړومبۍ او تر ټولو غټه لړۍ چې ډېر دقت سره څرګنده شوې ده، هغه د وسلو جوړول او د دې مارکيټ او پلورل دي. د دغه وسلو د جوړولو د پاره د رياستونو اشرافيې لکه د پاکستان، هند، امريکې، چين او اروپائي هېوادونو اشرافيې اولس کښې او د اولس ټولنيزه اروا کښې يوه تخيلاتي وېره زېږوي. د دې وېرې تراشلو د پاره خيالي دښمنان جوړ کړي. د وېرې او دښمن د شتون حقيقت ته نزدې کولو د پاره مادي پلمه ولټوي. دغه پلمه د هېوادونو تر منځه د پولې شخړه هم کېدې شي او د يو نظرياتي بريد خطر هم کېدے شي. د پاکستان پۀ اړه د دې بېلګه بېخي څرګنده ده. هند او افغانستان سره د پولې شخړه د دښمن جوړولو دسيسه کښې پۀ جدي توګه کارولې شوې ده. دښمن جوړولو، د هغې نه وېره تراشلو او دغه وېره بيا ټولنيزې اروا ته ننباسلو د وسلو جوړولو، د هغې د اخستلو او پلورلو کاروبار ته لاره هواره کړه. د وېرې د تراشلو، هغې د پاره د دښمنانو جوړولو او بيا دې دواړو نه د ژغورلو د پاره ‘رياستي قامپرستي’ تراشل اړين ګڼلے کېږي – لکه دا تراشل چې “پاکستان د اسلام قلعه ده او هند او نوره نړۍ دا قلعه ورانول غواړي؛ نو ځکه د جوهري بم جوړول او د هغې نمانځل د دغه رياستي قامپرستۍ )قاميت( لازم جز دے”. پاکستاني قامپرستۍ د پاره بيا د تاريخ تنسیخ کول لازم ګرځي، نو د تاريخ تنسيخ کول او د ځائي اولسونو او قامونو شناختونه ويلې کول د دغه رياستي قامپرستۍ د دوامدارۍ لازمي برخه وګرځي. رياست ته د دې دوه ګټې رسي: يوه دا چې د اولسونو پۀ طبعي او فطري وسيلو خېټه اچول اسان شي او دوېمه دا چې د اولسونو پۀ زحمت او مشقت لاس ته راوړې شوې ګټې وټې د هغوي نه تروړل بېخي جائز شي.

    چې کله بيا چرته د تراشلے شوو دښمنانو لۀ غاړې پۀ حقيقي توګه ‘خطر’ کښې کموت راځي نو د بهر د دښمن پۀ ځاے دننه د دښمن جوړولو پروژه منځ ته راوړې شي – لکه پاکستان کښې چې د ترهګرۍ اقتصاد منځ ته راوړے شو. د انتهاګرو د توليد کولو کارخانې قائمې کړې شوې، د تنظيمونو جوړولو سهولت کاري وکړې شوه، د دې د پاره ځاے پۀ ځاے د فکر او نظريات جوړلو ادارې پرانستلې شوې او بيا دا ټول لۀ منځه وړلو د پاره د پښتونخوا او بلوچستان بېلابېلو سيمو ته عسکري قوا ولېږلے شو. دغه عسکري قواو پۀ ځنګلونو، غرونو، معدنو او سيندونو قبضه وکړه. کوم کوم سياسي ګوند او منورينو چې د جنګ د اقتصاد دغه دسيسه بربنډوله، د هغوي کارکنان ووژلے شول او مشران ئې د غدار، فسادګر او بې دينه پۀ تورونو مختورن کړے شول. د دې تر څنګ د وسلو کاروبار وده وکړه، د اولسونو رايې د بې وزله کولو پلمې جوړې کړې شوې او عسکريت نور توانمن شو. پۀ لکهاو پښتانۀ او بلوچ بې کوره کړے شول، پۀ زرګاو وتښتولے شول او افغانستان سره پۀ پوله ازغن تار پۀ دې پلمه وغزولے شو.

    د خلکو د بې وزله کولو دوېمه لړۍ د غټو ډېمونو جوړول دي. فکر څۀ پۀ دا رنګ وتراشلے شي چې “د پرمختګ د پاره د برېښنا اړتيا وي او برېښنا د پاره د غټو ډېمونو جوړول لازم دي.” پاکستان کښې د تربېلې او منګلا ډېمونو سره يو درځن غټ ډېمونه او يو نيم سل نه زيات واړۀ ډېمونه دي. يواځې يو د تربېلې ډېم د پاره احتمالاً د ددوو اولسواليو )ضلعو( زمکې د اوبو او زيم لاندې راغلې دي او پۀ زرګونو کورنۍ بې کوره کړې شوې دي. د پښتونخوا پۀ شلګونو کلي سره د هغوي د مارغانو، فولکلورونو، قصو او ښکلاګانو د زمکې د مخ نه لرې کړے شوي دي. د تېر شوو پنځوسو کالو نه د تربېلې ډېم نه جوړه شوې برېښنا او د اوبۀ خور د پاره اوبۀ يواځې د غټو کارخانه دارو او د لويو زمکو د مالکانو پۀ ښه راغلې دي. د پاکستان في کس امدن کښې يواځې د مخکښې نه د شتمنو خلکو امدن زيات شوے دے. اوس هم پۀ سلو کښې څلوېښت نفره د غربت د کرښې نه ښکته ژوند کوي او دوه نيم کروړه نفوس بې سواده دي، خو د پينځۀ فيصده ابادۍ امدن کښې شپېتۀ فيصده (60%) زياتوالے راغلے دے. يواځې تېر شوو دوو کلونو کښې د څلوېښت لکهه خلکو روزګار شنډ شوے دے. بل خوا کۀ وګورو نو د ټول پاکستان د برېښنا اړتيا څلوېښت نيم زره مېګاواټ (4,500MW) ده – دغه اړتيا ډېر پۀ اسانه پۀ وړوکو ډېمونو تر سره کېدې شي. دې سره کۀ بېلابېلو ضلعو او کلو کښې د اوبو د ډب کولو د پاره ډنډونه جوړ کړے شي او د ‘چشمه’ ښي او ګس لاس ته نهرونه وويستے شي نو د پښتونخوا پۀ لکهونو اېکړه زمکه خړوب کېدې شي. کله هم چې د پاکستان رياست د پښتونخوا پۀ رياست فشار راوړل غواړي نو د کالاباغ ډېم قضيه را اوچته کړي او دا بيا رياست سره د وفادارۍ ‘پېمانه’ وګرځوي. اوس دا بېخي معلومه خبره ده چې دې ډېم سره به يو پله خو د پښتونخوا درې اولسوالۍ يا ډوبې شي او يا به ئې زمکې زيمژنې شي، او بل پله به د برېښنا مقدار سودمند نۀ وي!!! د پاکستان څلورو کښې د درې ولايتونو اسمبليو د دې ډېم پۀ ضد قراردادونه منظور کړي دي خو بيا هم د اسټېبلشمنټ زياتره برخه وخت تر وخته هم دا قصه را اوچتوي.

    د اولس د بې وزله کولو درېمه لړۍ د ډوېلپمنټ پۀ پلمه ادارې، کارپورېشنونه، خدمات او ملکي توليداتي صنعتونه شخصي کول دي. پاکستان کښې د روغتونونو د شخصي کولو عمل توند کړے شوے دے، هر څو کۀ پاکستان کښې او پۀ خصوصي توګه بلوچستان او پښتونخوا کښې د خلکو پۀ سر د معالجينو شمېره يواځې څلور فيصده جوړېږي. د روغتيا ټوله ذمه واري د بې وزله اولس پۀ سر تپلې کېږي. هسې هم د روغتيا څلوېښت فيصده (40%) نه زياته برخه شخصي روغتونونو ته حواله کړې شوې ده. دغسې د لويو زدکړو د پاره دولتي پوهنتونونو کښې محصلين پۀ دې مجبوره کړے شوي دي چې د زدکړو او استوګنې لګښت پۀ خپل سر واخلي، هر څو کۀ لويو زدکړو ته يواځې درې فيصده محصلين ورسېدے شي. د پوهنتونونو کېمپسونه عسکري چاوڼيو کښې بدل کړے شوي دي. څنګه چې هر ډېم سره يوه عسکري چاوڼۍ ده، دغسې هر پوهنتون د فوج يو کلهم يونټ لري. د تحفظ پۀ پلمه د محصلينو د وېنا او غونډو ازادي د ټوپک پۀ زور اخستې شوې ده. پۀ لسو کلونو کښې پښتونخوا کښې د اويا زره نفوسو وژلو او شل لکهه خلکو د بې کوره کولو نه وروستو هم لا د تحفظ پۀ پلمه هدفي وژنې او جبري تښتونې دوام لري!!![3]

    د ډوېلپمنټ پۀ پلمه کۀ يوې غاړې ته د توليداتو صنعتونه پۀ نړيواله مالي ادارو او غټو سرمايه کارانو پلورل کېږي، نو بلې غاړې ته د نړيوالو مالي ادارو او نړيوال طاقتونو نه پور اخستے کېږي. د پاکستان رياست تر اوسه پينځۀ دېرش کهربه [3,500,000,000,000] روپۍ قرضدارے دے. د پاکستان د کليزې بوديجې احتمالاً څلوېښت فيصده (40%) برخه د دغه قرضونو قسطونو او د دې سُود کښې ورکولې کېږي. خو بيا هم د فوج د پاره غټې او وړې وسلې، جوهري بمونه، جنګي جهازونه، ټېنکونه او چاوڼۍ ورځ تر ورځه زياتېږي!!! د دې هر څۀ د هغې شمېرې نه پۀ اسانه اندازه لګي چې کومه 2017-2018 کښې د پاکستان د معاشي سروے راپور ورکړې ده. د پاکستان د 225 ميليونه ابادۍ يواځې 378,253 رسمي معالجين او د هغوي مرستيال شتون لري او يواځې 1,211 سويلين دولتي روغتونونه دي، خو بل پله پاکستان سره 1,171,000 عسکر،اېټم بمونه، مزائل، ټېنکونه، بحري بېړې او استخبارات شتون لري.

    د اولسونو د بې وزله کولو او د قامونو د محکوم ساتلو د دې ټولې پروژې د پاره د پاکستان رياست درې الې کارولې دي:

    1. وړومبۍ اله مذهب د سياسي او رياستي قامپرستۍ )قاميت( د تراشلو اهدافو د پاره کارول دي. دې د پاره ئې پۀ مذهبي تنظيمونو او د انتهاګر مفکورې پۀ رغښتولو لويه سرمايه کاري کړې ده. دې سره ئې هم دا د ‘نيو لبرل اکانومي’ توليداتو سره تړلې ده. يوې غاړې ته رياستي نخښې نخښانې لکه فوج، د پاکستان مسخ شده تاريخ، اردو او پۀ کشمير جنګ مقدس ګرځولے شوي دي او بلې غاړې ته دا د اشرافيې د شخصي منفعتونو د پاره لوے مارکيټ جوړ کړے شوے دے. يوې غاړې ته اوبۀ زهرژنې کولې کېږي، ځنګلونه سوزولے کېږي او غرونه ماتولے کېږي؛ او بلې غاړې ته انتهاګر مذهبي تبليغات ورځ تر ورځه خورېږي.
    2. د پاکستان رياست چې دوېمه اله د اولسونو د بې وزله کولو او د قامونو د محکومولو د پاره کارولې ده، هغه د پوهنې، زدکړو او علم کنټرول دے. نصاب، کتاب او تدريس درې واړه رياست پۀ ډېر دقت خپلو لاسو ته راوستي دي. څېړنه، کره کتنه او تحقيق د رياست د عېنکو نه کېږي او خپرېږي. د فکر هر هغه څپرکے چې ‘د ازاد خيال رېښه’ پۀ کښې ليدلې کېږي، د هغې مرۍ خپه کولې کېږي. دلته ‘پوهنه’ د رياست جوړې کړې شوې مفکورې اموخته کولو ته وئيلے کېږي. دلته د ژوند ليدلور د زمان پۀ اوياو کلونو کښې را ګېرولو او د ‘ډيورنډ لائن’ او ‘کنټرول لائن’ تر منځه مکان کښې زنداني کولو ته وئيلے کېږي. دلته تهذيب او حب الوطني د بشر د هنرونو د پنځونې مرۍ خپه کولو ته وئيلې کېږي؛ نو ځکه د رياست مثبت توليدي استعداد ورځ تر ورځه شنډېږي او ځکه يو هم حقيقي مفکر منځ ته نۀ راځي.
    3. درېمه اله د رسنيو او ميډيا ولقه کښې راوستل او د دې پۀ واسطه د رياست مفکوره او بيانيه خپرول دي. د پاکستان ميډيا کښې د اولسونو او قامونو د ژوند اساسي برخې شتون نۀ لري. د پاکستان پۀ مطبوعاتو کښې د عام اولس ځاے نشته. دلته يا خو د ‘نيو لبرل مارکيټ’ سوداوې خرڅېږي او بيا د رياست تراشل شوو چوکاټونو کښې پراپېګنډه کېږي. دې ميډيا کښې چې څۀ هم وئيلے کېږي يا ښودے کېږي، هغه پۀ يو ډول يا بل ډول د رياست د اولسونو د بې وزله کولو د فکر او پاليسيو لړۍ دي.

    د رياستونو او حکومتونو د دا ډول پټو او څرګندو خونړو دسيسو پام کښې ساتونکي دا هر اړخيز نظرونه او متبادل فکرونه د ځبېښاک، ښکېلاک او فاشزم نه باغي زړونه زېږوي او دا باغي زړونه به د ځبېښاک، ښکېلاک او فاشزم مونډ وباسي.

    1. د مذهب پۀ حواله رائجه اصطلاح “هندو” اصلاً جغرافيائي نوم دے؛ مذهبي نامه ‘وېدک’ ده. د 1500 نه د 500 قبل مسيح پورې موده کښې د دغه وېدي مذهب د مذهبي رسوماتو، اشلوکونو، اٰيتونو او مذهبي کلتور نقشه هم دغه ‘وېدک’ اصطلاح سره راکښلې کېږي. دا اصطلاح د مذهب پۀ معنٰي کارول پېرنګي استعمار شروع کړي وو چې اغلې راے ورته اشاره هم کړې ده. دا جغرافيائي نوم د ‘اباسين’ غرب ته د اسلام راتګ نه ډېر زوړ دے.
    2. د هندوستان، پاکستان او داسې نورو هېوادونو دننه د مذهبي او سياسي ډلو مسلح څانګې، د فوج سياسي ټولګي او ‘غېر رياستي’ عناصر د معمول خبره ده.
    3. ياده دې وي چې د دې ليکنې کمپيوټر ته خېژولو نه يوه ورځ پس، پۀ دوېمه مۍ وزيرستان کښې د شهيد ميرزالم خان د کورنۍ يو بل وګړے ‘عارف وزير’ هم د ‘نا معلومه’ ‘غېر رياستي عناصرو’ لۀ خوا وويشتلے شو او د اسلام اباد پۀ پمز روغتون کښې ئې ساه ورکړه. د وزيرستان غوندې سيمه چې فوج د تېرو اتلس کلونو نه بڼلې ده، هلته د فوج دومره اوږده ناسته سوالونه پورته کوي چې ایا بل څوک د دغه غېر رياستي عناصرو سهولت کاري کولې شي؟

      د عارف وزير د قتل دعويٰ نېغ پۀ نېغه پۀ رياست کېږي او رياست بايد د جوډيشل کمېشن جوړولو او د دې قتل قاتلان مخې ته راوړلو سره دغه دعويٰ وځوابوي.

  • Eighteenth Constitutional Amendment, 2010 هډوکے د چا مرۍ کښې نښتے دے؟ – حيات روغانے

    Eighteenth Constitutional Amendment, 2010 هډوکے د چا مرۍ کښې نښتے دے؟ – حيات روغانے

    د هندوستان د وېش نه پس هم، ‘ازاد پاکستان’ تر نهه کالو پورې ‘سرزمینِ بې ائين’ او د ملکه برطانيه د غمي لاندې ؤ. نهه کاله پۀ دنيا کښې يو ملک هم د ځان د پاره د ائين جوړولو نه بې غوره نۀ دے پاتې شوے. د پاکستان د جوړېدو پۀ شپږمه ورځ، پۀ دوه ويشتم اګست 1947 چې د پاکستان باباے قوم او د ملکه برطانيه نمائنده ‘ګورنر جنرل’ محمد علي جناح د جمهوري منتخب حکومتونو د ماتولو د کوم غېر جمهوري، غېر ائيني او غېر اخلاقي روايت بنياد پۀ ‘صوبه سرحد’ کښې د ډاکټر خان صاحب د حکومت ماتولو سره ايښے ؤ، د هغه روايت لۀ کبله دلته ائين کله هم هغه درناوے او تقدس و نۀ ليدلو، کوم چې د نړۍ د جمهوريتونو ځانګړتيا وي. دې منځ کښې د اسلامي جمهوريه پاکستان د قانون او مذهبي امورو وزارت جوګېندرناتهـ مېنډل ته د جناح صاحب لۀ خوا پۀ سپارلے شوو ‘ګلو’ خاورې اچولو د پاره ‘قراردادِ مقاصد’ (1949) منځ ته راوړے شو او هغه انتها پسند فکر ته د يو قرارداد تر لارې ائيني تحفظ ورکړے شو چې نن د خپلې اويا کلنې ارتقاء نه پس د اسلامي ډانسونو پۀ اسلامبادي دهرنو انقلابونه راولي!!! د 1956 د وړومبۍ ائيني مسودې راتلو پورې د پېرنګي سامراج نوکران، کمشنران او افسران د پېرنګي پلار د وراثت ‘سلطنتِ پاکستان’ حکمرانان وو. دغه ائين لا عملي شوے هم نۀ ؤ چې جنرل ايوب مات کړو. سليم خان اېډوکېټ د خدائي خدمتګار ‘سېکرټري امير نواس خان’ پۀ حواله وائي:

    “پۀ اکتوبر 1958 کښې سېکرټري صاحب د باچا خان خوا له ‘شهي باغ’ ته روان ؤ چې پۀ لاره د ايوب خان د مارشل لاء نه خبر شو. هغۀ وئيل، ‘کله چې شهي باغ ته ورسېدم نو باچا خان پټي کښې کار کولو. ما چې ورته د مارشل لاء ووئيل نو باچا خان رمبے کېښودو او ډېر پۀ خفګان ئې راته ووې، “سېکرټري صاحب! دا د پېرنګي فوجيان دي، د دوي د حکومت خوند پۀ خولۀ کښې دے، اوس به ډېر پۀ ګرانه دوي د دې کرسۍ نه کوزېږي.”

    ياده دې وي چې ايوب خان پۀ برطانوي فوج کښې د 1926 نه خدمات شروع کړي وو. 1945 کښې هغه مېجر شو. د ‘برما’ جنګ کښې هغه ‘پۀ بزدلۍ کولو بې تنخوا’ معطل کړے شو. 1946 کښې هغه ‘صوبه سرحد’ ته ولېږلے شو او چې کله پاکستان جوړېدو، پۀ 1947 کښې ايوب خان د بريګېډئير پۀ حېثيت د وزيرستان غرونو کښې ‘استعمار د پاره اپرېشن’ کولو.

    سکندر مرزا چې د انګرېزانو دور کښې د مختلفو ښارونو کمشنر او بيا د برټش انډيا سېکرټري دفاع ؤ، د پاکستان ګورنر جنرلۍ نه ‘وړومبے صدر’ شو. فوجي خوي ئې پۀ دوه کاله کښې څلور وزير اعظمان چودهري محمد علي، حسېن سهروردي، ابراهيم اسماعيل چندرېګر او فېروز خان نون کورونو ته ولېږل.

    پۀ درې ويشتمه جنورۍ 1951 سکندر مرزا ايوب خان د جنرل ډوګلس (Gen. Sir Douglas Gracey) پۀ ځاے اٰرمي چيف کړو. بله تماشه: هغه وخت مېجر جنرل افتخار، مېجر جنرل اشفاق المجيد او مېجر جنرل رضا د ايوب خان نه سينئير وو. مارشل لاء سکندر مرزا پۀ شپږم/ اووم اکتوبر 1958 لګولې او دوه اوونيو کښې دننه ايوب خان سکندر مرزا بې دخله کړو. د سکندر مرزا قصه بيا چرته!!!

    دا لړۍ پۀ ډېر خونړي ډول د 1973 پورې راغله. د 1973 ائين د پاکستان وړومبے اساسي ائين دے چې منتخبې اسمبلۍ جوړ کړے دے. د دې ائين کرېډټ ذوالفقار علي بهټو ته ورکړے کېږي. هو! هغه وزير اعظم ؤ – خو دا دې کله هم لۀ پامه و نۀ غورځولے شي چې د وزارت عظمٰي نه وړاندې هغه د جنرل ايوب خان د مسلم ليګ فنکشنل جنرل سېکرټري ؤ او پۀ هغۀ فوج دومره لوے استثمار (Investment) کړے ؤ چې د هغۀ پۀ ډاډ ئې نيم پاکستان د لېفټننټ جنرل نيازي پۀ لاس پۀ شپاړس دسمبر 1971 د پوره فوجي غرور سره د هندوستان لېفټننټ جنرل جګجيت سنګهـ اروړه ته پرېښے ؤ ]ياده دې وي چې جنرل نيازي او جنرل اروړه دواړه د هند د وېش نه وړاندې د برټش فوج حصه وو[.

    هم دا بهټو د دنيا د تاريخ وړومبنے “سول مارشل لاء اېډمنسټرېټر” ؤ. ‘مارشل لاء اېډمنسټرېټر’ او ‘سول مارشل لاء اېډمنسټرېټر’ د دوو نومونو پۀ شا يوه رويه وه. دا وخت اپوزيش سره د هغۀ رويې او اٰمريتي مزاج نه ثابت کړل. د درې اويايم د ائين کرېډټ اصل کښې د حزب اختلاف د مشر خان عبدالولي خان او د حزب اختلاف د ګوندونو د مشرانو دے. کۀ هغوي لکه د ‘پېرنګي د ميراث خورو’ سترګې سپينې ساتلې نو کله به هم دغه ائين نۀ ؤ جوړ شوے.

    د ائين او جمهوري حکومتونو د ماتولو کوم غېر جمهوري، غېر ائيني او غېر اخلاقي روايت چې د پاکستان باباے قوم او د ملکه برطانيه نمائنده ‘ګورنر جنرل’ محمد علي جناح د ډاکټر خان صاحب د جمهوري منتخب حکومت د ماتولو سره د پاکستان د جوړېدو پۀ شپږمه ورځ پۀ دوه ويشتم اګست 1947 ايښے ؤ، هغه روايت د دولسم اکتوبر 1999 جنرل پروېز مشرف ته را ورسېدو.

    د ائين او جمهوري حکومتونو د ماتولو کوم غېر جمهوري، غېر ائيني او غېر اخلاقي روايت چې د پاکستان باباے قوم او د ملکه برطانيه نمائنده ‘ګورنر جنرل’ محمد علي جناح د ډاکټر خان صاحب د جمهوري منتخب حکومت د ماتولو سره د پاکستان د جوړېدو پۀ شپږمه ورځ پۀ دوه ويشتم اګست 1947 ايښے ؤ، د هغه روايت خلاف د پُر امن سياسي احتجاج قيمت خدائي خدمتګارانو پۀ خپلو وينو پۀ دولسم اګست 1948 د بابړې کربلا کښې ورکړو. پاکستان کښې جمهوريت د پېرنګي د وارثانو کمشنرانو، بېوروکرېټانو، جرنېلانو او سياسي سېکرټريانو او بيا د هغوي د بچو غېږ کښې ټالۍ وهلې چې پۀ څوارلسمه مۍ 2006 کښې پۀ لندن کښې ‘ميثاقِ جمهوريت’ (Charter of Democracy) د ملک سياسي ګوندونو پۀ متفقه توګه لاسليک کړو.

    ياده دې وي چې دې منځ کښې د نائن الېون پېښه شوې وه او د پاکستان ‘کمانډو’ د رچارډ باوچر پۀ يو ټيليفون د ‘پاکستان کا مقصد مطلب کيا؟ لا اِلٰه الا الله’ او د رياست جهادي بيانيې نه ]وقتي طور[ د سترګو رپ کښې پۀ پوندو ستون شوے ؤ. دې موده کښې پاکستان کښې د وکيلانو لۀ خوا تحريک چې سياسي ګوندونه ورسره ولاړ وو، زور نيولے ؤ او سياسي حالات دې له راغلي وو چې بېنظير بهټو او نواز شريف د جلاوطنۍ ختمولو او ملک ته د راستنېدو فېصلې کړې وې. يو وخت د بېنظير بهټو حکومت کښې جنرل نصير الله بابر بې د وېزې او پاسپورټه افغانستان ته تلے ؤ – بېنظير بهټو د خپل پلار او فوجي جرنېلانو نمسو ‘طالبانو’ ته خپل ‘بچي’ وئيلي وو؛ پۀ اووۀ ويشتم دسمبر 2007 پۀ مبينه طور ‘طالبانو خپله مور ووژله.’

    فرورۍ 2008 کښې عام انتخابات وشول او پاکستان پيپلز پارټۍ مرکز کښې حکومت جوړ کړو. ‘صوبه سرحد’ کښې عوامي نېشنل پارټۍ د پيپلز پارټۍ سره مخلوط حکومت جوړ کړو. پۀ اتۀ ويشتم مارچ 2009 پارلېمنټ ته خپل تقرير کښې صدر اٰصف علي زرداري اعلان وکړو چې د څوارلسمې مۍ 2006 د ‘میثاقِ جمهوريت’ رڼا کښې دې د ائيني ترميم د پاره کار وشي او هغه اختيارات چې جرنېلانو د خپلې شهنشاهۍ د پاره پارلېمان نه تروړلي وو، زۀ پۀ حېث د صدر هغه پارلېمان ته سپارل غواړم. د دې تاريخي اعلان نه پس پۀ نهم اپرېل 2009 صدر صاحب وزير اعظم ته د ترميم د پاره د اقداماتو کولو پۀ اړه خط وليکلو او پۀ سبا له، پۀ لسم اپرېل د قومي اسمبلۍ اجلاس کښې سپيکر ته د ټولو سياسي ګوندونو او ازادو پارلېماني غړو سره د مشاورت کار وسپارلے شو. هم د دغې مياشت پۀ اخره کښې پۀ نهه ويشتم اپرېل 2009 د سېنټ چئيرمېن د ائيني ترميم د پاره يوه نمائنده جرګه )کمېټي( جوړه کړه.

    د لسم اپرېل د قومي اسمبلۍ او د نهه ويشتم اپرېل د سېنټ پۀ سپارښتنه د سياسي ګوندونو ځانګړې جرګه جوړه شوه چې غړي ئې دا وو:

    (1 سېنېټر رضا رباني PPPP- (2 راجا پروېز اشرف PPPP-

    (3 سيد نويد قمر PPPP- (4 سېنېټر ظهير الدين ‘بابر اعوان’ PPPP-

    (5 سېنېټر نوابزاد مير حاجي لشکري رئيساني PPPP- (6 چوهدري نثار علي خان PML(N)-

    (7 سېنېټر محمد اسحاق ډار PML(N)- (8 سردار مهتاب احمد خان PML(N)-

    (9 چوهدري احسن اقبال PML(N)- (10 سېنېټر وسيم سجاد PML(Q)-

    (11 سېنېټر اېس اېم ظفر PML(Q)- (12 همايون سېف الله خان PML(Q)-

    (13 محمد فاروق ستار MQM- (14 سيد حېدر عباس رضوي MQM-

    (15 اسفنديار ولي خان ANP- (16 سېنېټر حاجي محمد عديل ANP-

    (17 مولانا فضل الرحمان JUI(F)- (18 سېنېټر رحمت الله کاکړ JUI(F)-

    (19 سېنېټر جسټس )ر( عبدالرزاق تهيم PML(F)- (20 سېنېټر مير اسرار الله زهري BNP(A)-

    (21 سېنېټر پروفېسر خورشيد احمد JIP- (22 سېنېټر ډاکټر عبدالملک NP-

    (23 افتاب احمد خان شېرپاو PPP(S)- (24 غلام مرتضٰي جتوئي NPP-

    (25 عبدالرحيم خان مندوخېل PkMAP- (26 سېنېټر شاهد حسن بګټي JWP-

    (27 منير خان اورکزے Ind-

    National Assembly Secretariat, No: F.25(2)/2009-Com-1, Jun 23, 2009

    پۀ شپږمه شمېره چوهدري نثار علي خان د دې جرګې نه بهر شو او پۀ پينځلسمه شمېره د اسفنديار ولي خان پۀ ځاے سېنېټر افراسياب خټک د عوامي نېشنل پارټۍ نمائندګي وکړه. جرګه کښې د خپلو خپلو ګوندونو پۀ نمائندګۍ وخت پۀ وخت سېنېټر زاهد خان، بشريٰ ګوهر، ډاکټر نديم احسان، اقبال محمد علي خان، سېنېټر کلثوم پروين، سېنېټر پروفېسر ابراهيم خان، انوشه رحمان او زاهد حامد هم برخه اخستې ده.

    پۀ پينځويشتم جون 2009 د دې ائيني جرګې وړومبۍ غونډه کښې سېنېټر ميا رضا رباني چئيرمېن وټاکلے شو. د ائيني ترميمونو د پاره اوولسم ائيني ترميم، ميثاقِ جمهوريت او صوبائي خودمختاري بنيادي نکتې وټاکلې شوې. د نهه ويشتم جون 2009 غونډه کښې د اولس او بېلابېلو ټولنو نه هم د وړومبي اګست 2009 پورې وړانديزونه او سفارشات وغوښتلے شول چې بيا دا نېټه لسم اګست پورې وغزولې شوه. 982 وړانديزونه او سفارشات راغلل. د اتۀ ويشتمې جولايۍ ناسته کښې د سياسي پارټيو نمائندګانو نه هم تجويزونه او سفارشات وغوښتلے شول او دې د پاره هم د لسم اګست نېټه ورکړې شوه.

    دې لړ کښې ټول اووۀ اويا (77) ناستې وشوې چې اوسط پينځۀ پينځۀ ګېنټې وې او دغسې ټول درې سوه پينځۀ اتيا (385) ګېنټې پۀ دغو وړانديزونو او سفارشاتو د بحث او مکالمې نه پس پۀ اووۀ نوي (97) ارټيکلو کښې د بدلون وړانديزونه وشول. پۀ يو دېرشم مارچ 2010 د ترميمي بِل پۀ مسوده د جرګې غړو او چئيرمېن لاسليکونه وکړل – پۀ پينځلسم اپرېل سېنېټ د دې منظوري ورکړه او پۀ نولسم اپرېل صدر اٰصف علي زرداري پۀ مسوده دستخط کولو سره دا د اساسي ائين برخه وګرځوله. دې اتلسم ائيني ترميم ته دا اعزاز حاصل دے چې د دې مخالفت کښې يو ووټ هم نۀ دے راغلے.

    اتلسم ائيني ترميم کښې څۀ دي؟ دا د چا پۀ مرۍ کښې د هډوکي شان نښتے دے؟ ‘غېر جمهوري قوت’ د دې ختمولو د پاره دومره لوے انوسټمنټ ولې کوي او د سياسي ګوندونو څۀ ذمه واري جوړېږي؟ دا سوالونه اولس ته وړل د وخت اهم ترين ضرورت دے.

    د اتلسم ائيني ترميم د مسودې پېل کښې وئيلے شوي دي چې اوولسم ائيني ترميم او ليګل فرېم ورک اٰرډر د قانوني او ائيني ضرورتونو د نۀ پوره کولو تر مخه ختم کړے شول. دې سره د فوجي ډکټېټرانو نامې د ائين نه وويستلې شوې. د 1973 د ائين د جوړولو پۀ وخت چې د صوبو د ‘کنکرنټ لسټ’ د ختمولو کوم لوظ شوے ؤ او نۀ تر سره کېدو، هغه ‘کنکرنټ لسټ’ دې ائيني ترميم ختم کړو او د دې پۀ نتيجه کښې اوولس وزارتونه او کارپورېشنونه صوبو ته حواله کړے شول.

    پۀ وړومبي ارټيکل کښې، د بلوچستان او سندهـ نامې پۀ انګرېزۍ کښې د ‘Baluchistan’ نه ‘Balochistan’ او د ‘Sind’ نه ‘Sindh’ کړې شوې. د دې تر څنګه د ‘پښتونخوا’ تاريخي نوم چې پېرنګي د دې قام د شناخت او دعوې ختمولو د پاره تروړلے او ‘شمال مغربي سرحدي صوبه’ ايښودے ؤ، هغه نوم د ‘خېبر پښتونخوا’ پۀ صورت کښې يو سل نهه (109) کاله پس بحال کړے شو. اعتراض کوونکو پۀ ‘خېبر’ هم نيوکه کوله – د ‘خېبر’ د پښتونخوا سره د نامې راتلو نه پس خدائي خدمتګارې مملکت بي بي د وړدګې يوه ټپه کړې وه چې:

    خېبره! بخت دې د ليدو دے

    چې پښتونخوا به دې پۀ ‘غېږ’ کښې ګرځوينه

    او دې سره د دې اعتراض ردعمل کښې اسفنديار ولي خان وئيلي وو،

    “چا چې پښتونخوا سره د خېبر سابقه تړل غوښتل، هغوي بدنيته وو – خو مونږ ځکه ومنله چې دې نامې ‘خېبر پښتونخوا’ ثابته کړه چې ‘خېبر’ هم د دې خاورې د جغرافيې فطري او تاريخي برخه ده او د مرکز هېڅ حق نۀ جوړېږي چې دا خپل زېر انتظام ساتي. مونږ به هغه قبائلي سيمې چې ‘خېبر’ ئې نمائندګي کوي، د ‘خېبر پښتونخوا’ برخه ګرځوو.” ]نن د انګرېز او د هغۀ د حکمرانانو وارثانو ‘فاټا’ د خېبر پښتونخوا برخه ده.[

    اتلسم ائيني ترميم کښې د صدر نه د منتخب حکومت د ماتولو اختيار [58(2B)] واخستے شو. پۀ درېم ځل وايو چې د منتخب جمهوري حکومتونو د ماتولو غېر جمهوري، غېر ائيني او غېر اخلاقي روايت د پاکستان باباے قوم او د ملکه برطانيه نمائنده ‘ګورنر جنرل’ محمد علي جناح د ډاکټر خان صاحب د جمهوري منتخب حکومت د ماتولو سره د پاکستان د جوړېدو پۀ شپږمه ورځ پۀ دوه ويشتم اګست 1947 ايښے ؤ. د جناح صاحب، خواجه ناظم الدين او سکندر مرزا نه دغه روايت د غلام اسحاق خان او فاروق لغاري پورې ورسېدو. دې سره دا اضافه کوو چې “اوس د حکومتونو ماتولو د پاره ‘د عدالت نه د نا اهله ګرځولو’ ټېکنالوژي راوړې شوې ده.” د دې به هم لار را وځي!!!

    د صوبو د نومونو د ‘سپېلنګانو’ د سمون نه پس، ارټيکل شپږم (6) کښې بدلون وکړے شو. دا يو ډېر بنسټيز بدلون دے. دې ارټيکل کښې يوه دا کرښه زياته کړې شوه چې:

    ‘Any person who abrogates or subverts or suspends or holds in abeyance, or attempts or conspires to abrogate or suspend or hold in abeyance, the Constitution by use of force or show of force or by any other unconstitutional means shall be guilty of high treason.’

    هر هغه څوک چې پۀ زبردستۍ، يا زبردستۍ ښودلو يا پۀ بله کومه غېر ائيني طريقه ائين منسوخوي يا بې اثره کوي يا معطلوي يا غېر عملي کوي؛ يا د ائين د منسوخ کولو يا بې اثره کولو يا معطل کولو يا غېر عملي کولو کوشش يا سازش کوي، هغه به د سنګينې غدارۍ مجرم وي.

    او دې سره نوې نکته (2A) نتي کړې شوه چې:

    ‘An act of high treason mentioned in clause (1) or clause (2) shall not be validated by any court including the Supreme Court and a High Court.’

    کلاز (1) يا کلاز (2) کښې پۀ ګوته شوې سنګينه غداري کۀ څوک وکړي، يو عدالت هم پۀ شمول د سپريم کورټ او هائي کورټ به، د دغه سنګين جرم د توثيق کولو مجاز نۀ وي.

    اوس کۀ پاکستان کښې د شپږم ترميم د خلاف ورزۍ او د غدارۍ د سنګين جرم د مجرمانو مواخذه شروع شي نو د باباے قوم د دولسم اګست 1947 د اقدام نه به قصه شروع کېږي، د ګورنر جنرل ملک غلام محمد د اوولسم اپرېل 1953، د سکندر مرزا، د ايوب خان، د يحيٰ خان، د جنرل ضياء او جنرل مشرف نه به را تېرېږي – د دې غېر ائيني اقداماتو د ‘نظريه ضرورت’ (Doctrine of Necessity) پۀ نامه د عدالتي توثيق لړۍ به د چيف جسټس محمد منير نه تر جسټس سجاد علي شاه را رسېږي. کۀ مواخذه شروع شي نو بچ به څوک شي؟ خو د مواخذې د شروع کېدو غلط فهمي د جنرل پروېز مشرف د ملزم نامزد کېدو د واقعې سره ختموو. ‘کمانډو’ دوبۍ کښې روپوش نۀ دے، پۀ وچ زور ناست دے. کله چې د هغۀ عدالت ته د پېشۍ خط راغلو نو د اٰئي اېس پي اٰر ردعمل کښې راغلے Tweet به ستاسو ياد شي!!!

    د ارټيکل شپږم نه پس پۀ ارټيکل لسم (10A) کښې د ‘غېر جانبدارانه ټرائل’ حق ورکړے شو. ياده دې وي چې اوس د Doctrine of Necessity د ائيني مخنيوي نه پس چې کوم Bajwa Doctrine راغلے دے، د دې د اثر لاندې ‘ډېمونو واله انکل’ جسټس ثاقب نثار چې څومره هم سياسي ليډرشپ جېلونو کښې بند کړے دے، يا، څۀ چې پۀ کښې ‘د پنځوس روپيو پۀ ضمانت’ خوشي کړے شوي دي، باندې فردِ جرم هم عائد نۀ دے!!!

    ارټيکل اوولسم (17) کښې د تنظيمي وابستګۍ (Right of Association) حق تسليم شوے. هر څو کۀ دې کښې سرکاري ملازمانو د پاره د تنظيمي وابستګۍ بندېز شته، ‘فوج’ به څوک رانيسي چې د ‘دفاع’ نه علاوه هر حکومتي، انتظامي او کاروباري کارونه پۀ کمال مهارت سره کولو د پاره پوره ‘سياسي ونګونه’ چلوي او مرکز او صوبو کښې پرې علامتي حکومت کوي!!! د دې تر څنګ هم دې اوولسم ارټيکل کښې سياسي ګوندونه د دې پابند کړے شوي چې د خپلو فنډونو ذريعې او حساب کتاب راڼۀ وساتي. ياده دې وي چې دا وخت د پاکستان پۀ ټولو سياسي ګوندونو کښې د تحريک انصاف د داخلي او خارجي فنډونو کېسونه پۀ عدالتونو کښې دي او دا مقدمې د تحريک انصاف باني کارکنانو شروع کړې دي.

    ارټيکل نولسم (19A) کښې د اولس ‘معلومات ته د رسايۍ بنيادي حق’ (RTI) تسليم کړے شوے. د دې قانون پۀ تشهير د فوج پرکټي ګوند تحريک انصاف کروړونه روپۍ باد کړې خو اوس ئې دغه قانون RTI لکه د BRT حرکت نۀ کوي او عملاً نشته.

    پينځويشتم ارټيکل (25) کښې يوه نوې نکته 25A )د تعليم حق( شامله کړې شوې ده:

    Right to Education- The state shall provide free and compulsory education to all children of the age of five to sixteen years in such manner as may be determined by law.’

    ارټيکل اتۀ دېرشم (38) کښې د وفاق زېر انتظام ادارو او کارپورېشنونو کښې پۀ وفاقي ملازمتونو کښې د هرې صوبې پۀ تناسب د ملازمتونو برخه يقيني کړې شوې ده. کۀ کومه صوبه د خپلې برخې نه کم ملازمتونه لري، د هغه کمي د پوره کولو هم وئيلے شوي دي.

    ارټيکل يو پنځوسم (51) کښې د قومي اسمبلۍ د غړو شمېر ټاکلے شوے دے. ټول سيټونه بلوچستان د پاره اووولس (17)، خېبر پښتونخوا د پاره درې څلوېښت (43)، پنجاب د پاره يو سل درې اتيا (183)، سندهـ د پاره پينځۀ اويا (75) او ‘فاټا’ او وفاقي پلازمېنې اسلام اباد د پاره وار پۀ وار دولس (12) او دوه (2) – پنجاب ټول ‘سرائيکستان’ ځان کښې تحليل کړے دے او ځکه چې د نور ټول ملک نمائندګي (17+43+75+12+2=149) جمع کړې شي نو هم پنجاب (183) ته نۀ رسي. سرائيکي وسيب سره د هغوي فطري او ائيني شناخت تر لاسه کولو کښې ائيني او سياسي مرسته کول پۀ نورو قاميتونو واجب دي.

    ارټيکل نويم (90) کښې د وفاق او صوبو تر منځه ‘کنکرټ لسټ’ د منځه يوړے شو. د دې باوجود، د ‘باجوه ډاکټرين’ تر مخه دې اوسني حکومت د فوج ډنډې ته غوږونه نيولي دي او پۀ مختلفو طريقو ئې ملک د ‘ون يونټ’ (One Unit) صورت حال ته ټېل وهلے دے. دا ټول حالات د يو بوږنوونکي سياسي موسم د راتلو نخښې دي.

    ارټيکل دوه نوي (92) کښې څرګنده سپارښتنه شوې ده چې کابينه به د ټولو اراکينو د يوولس سلنې (11%) نه زياته نۀ وي. د فوج د اوسني ګوډاګي حکومت کابينه کښې نولس (19) وزيران/ مشران/ معاونين ‘غېر منتخب’ دي. مهمې ادارې رېټائرډ فوجي افسرانو ته سپارلې شوې دي. تر دې چې جنرل باجوه د نوي جوړ شوي National Development Council غړے ټاکلے شوے دے. $1.00=Rs. ±165.00

    ارټيکل يو سل يو (101) کښې د صوبې ګورنر جوړېدو د پاره تيږه کېښودې شوه چې ګورنر به خامخا د متعلقه صوبې استوګن او ووټر وي.

    لکه چې د عوامي نېشنل پارټۍ د کال 2018 انتخابي منشور کښې هم دا نکته د نعرې پۀ بڼه ځاے کړې شوې وه چې “د صوبائي خود مختارۍ نه پس ضلعي خود مختاري” – د اتلسم ائيني ترميم دننه د ارټيکل سل باندې څلور (104(A)) تر لارې ‘مقامي حکومتونه’ (Local Governments) د ائين برخه ګرځولے شوي دي. د تبديلۍ پۀ نوم د اسټېبلشمنټ ټګۍ ټورۍ راوستے سرکار دومره نا اهله دے چې د کال نه زياته موده تېرېدو باندې ئې هم دې د پاره انتخابات و نۀ کړے شول. د تحريک انصاف د دې نه د څنډې کولو وجه څۀ ده؟ اصل وجه دا ده چې د تحريک انصاف تېره حکومتي دوره کښې چې د مقامي حکومتونو انتخابات وشول نو چرته شلو کښې يوه دانه د تحريک انصاف راغلې وه او دې نه ثابت شوي وو چې د تحريک انصاف د تبديلۍ نعره اولس ته لږه موده کښې شنډه او ډډه ثابته شوې وه. فوج او عدليې خو تحريک انصاف له صوبه کښې پۀ دوېم ځل مېنډېټ ورکړو خو د ضلعو، تحصيلونو، کلو او بانډو پۀ کچ خو څلور نيم لکهه فوجيانو له ډيوټي نۀ شي لګولې!!! هسې هم د 2018 عام انتخاباتو کښې د باجوه ډاکټرين نه ‘روپۍ’ لوګے کړې شوه او يو پۀ دوه پرېوته. اوس دا د تحريک انصاف ذمه واري ده چې د مقامي حکومتونو د پاره انتخابات څومره هم کېدے شي، وځنډوي. خو دلته دا هېرول نۀ دي پکار چې پۀ دې حساب د تحريک انصاف د ټګۍ ټورۍ حکومت د ارټيکل شپږم ارتکاب کوي. د ملګرو وکيلانو دې ورته پام وي!!!

    کله چې يو صوبائي حکومت وفاق يا د وفاق کوم اهلکار ته څۀ ذمه واري سپاري، نو د ارټيکل يو سل اووۀ څلوېښتم (147) تر مخه به د صوبائي اسمبلۍ نه د دې توثيق کوي.

    د ارټيکل يو سل درې پنځوسم/ څلور پنځوسم (153/154) تر مخه، وزيراعظم به د ‘مشترکه مفادات کونسل’ چئيرمېن وي، د څلورو واړو صوبو وزراء اعليٰ او د وفاق نه د وزير اعظم منتخب کړي درې تنه به ئې غړي وي. درې مياشتو کښې به يو ځل د دې اجلاس لازمي وي او کۀ د يوې صوبې لۀ خوا پۀ اېمرجنسي حالاتو کښې غوښتنه وشي نو وزير اعظم به د دې اجلاس د رابللو پابند وي. د تحريک انصاف راتلل هر څو د اتلسم ائيني ترميم د رولبېک کولو رياستي حربه ده او ځکه د دې د کمېټۍ جوړول، د دې نکتې او د دې طريقه کار متنازعه کول د دې حکومت ستراتيژي ده. جنرل باجوه اتلسم ائيني ترميم ته ‘د شېخ مجيب شپږو نکاتو نه خطرناک’ وئيلي دي او ګوډاګي وزير اعظم دا ‘د ملک ديواليه’ کولو باعث بللے دے. ټوله خبره د صوبو د 57.50 او وفاق د 42.5 برخې ده. اوس وفاقي حکومت د دفاع د پاره د فوج مالي ضرورياتو، د اٰئي اېم اېف او نورو قرضونو ادائيګۍ، د سبسډيز، د نېشنل ډېزاسټر منېجمنټ او د کشمير او ګلګت بلتستان د ترقۍ د پاره د صوبو د برخې نه پينځلس فيصده کټوتي غواړي. ائين خو ارټيکل يو سل شپېتم (160(A)) کښې څرګند وائي چې ‘د صوبو برخه به د تېر اېن اېف سي اېوارډ نه نۀ کمولې کېږي”، بيا ائيني جواز د نيم فيصد کټوتۍ هم نشته. حکومت چې د څۀ د پاره کټوتي غواړي، دغه د وفاق ذمه وارۍ دي. د درې اويا کالو نه محرومو د پښتونخوا د نوو ضلعو ترقۍ د پاره منظور شوے بجټ خو د دفاع پۀ نوم تروړلے کېږي چې هغه پۀ ائيني طور اوس د پښتونخوا حصه ده او د پاکستان ډالرو او ريالونو د پاره جوړ کړي جنګ کښې ځپلې سيمه ده، خو ګلګت بلتستان او کشمير چې سېنټ کښې ئې نمائندګي نشته، هغې د پاره د صوبې/ صوبو نه کټوتي کېږي؟ بل وفاق د خپلو زېر انتظام او زېر ملکيت ادارو او کارپورېشنونو خساره هم نيمه صوبو ته پۀ اوږه ايښودل غواړي. تر دې دمه خو د سندهـ حکومت دې ته پښه ايښې ده، خو راتلونکې مياشت کښې به دا هر څۀ پۀ ډاګه شي. صدر عارف علوي د کمېټۍ اعلان کولو کښې هم د نا اهلۍ او بد نيتۍ نه کار اخستے دے. دوي ته پۀ کروړونو پښتنو او بلوچانو کښې څوک پۀ سترګو نۀ ښکاري چې د بلوچستان نمائندګۍ د پاره د کراچۍ د جاوېد جبار او د خېبر پښتونخوا د پاره د پنجاب د مشرف رسول ټاکنه کوي؟ ]جبار جبار اخلاقي طور مستعفي شو[. بل د وزير اعظم د فنانس اېډوائزر عبدالحفيظ شېخ دې کمېټۍ کښې ټاکنه او دا وئيل چې هغه به د وزير اعظم پۀ ځاے د کمېټۍ مشري هم کولې شي، ائين پسې ملنډه ده. د دې تنازعاتو د راوړلو هم دا غرض دے چې د اېن اېف سي اېوارډ انعقاد و نۀ شي او لکه د اتم او نهم اېوارډ دا هم ځوړند پاتې شي.

    ارټيکل يو سل اووۀ پنځوسم کښې د وفاق لۀ خوا صوبه کښې د کوم هائيډرو پراجېکټ پرانستې د پاره د صوبې اجازت لازمي دے.

    ارټيکل يو سل شپېتم (160) چې د ارټيکل 153 مد کښې پرې هم پورته کرښو کښې خبره وشوه، دلته د ائين کرښې را نقل کوو:

    Amendment of Article 160 of the Constitution. – In the Constitution, in Article 160, after clause (3), the following new clauses shall be inserted, namely:

    “(3A) The Share of the Provinces in Each Award of National Finance Commission shall not be
    less than the share given to the Provinces in the Previous Award.

    (3B) The Federal Finance Minister and Provincial Finance Ministers Shall monitor the
    implementation of the award biannually and lay their reports before both Houses of
    Majlis-e-Shoora (Parliament) and the Provincial Assemblies.”

    دلته دا نکته تر پامه بايد وساتلې شي چې د صوبائي حکومت د نا اهلۍ او بد انتظامۍ د بد عنوانۍ تر حده دا صورت دے چې سږ کال د صوبې يو اويا سلن (71%) بجټ لېپس شوے دے!!! قرضونه پۀ بي اٰرټيانو تپلے کېږي او بجټ نالۍ کښې بهېږي!!!

    ارټيکل يو سل يو شپېتم (161) کښې وفاق د ګېس او تېلو مد کښې راغلې پنګه صوبو ته د ورکولو پابند دے. یاده دې وي چې د پښتنو قامي د عوامي نېشنل پارټۍ حکومت د دې شق راتلو سره ‘خېبر پښتونخوا ائل اېنډ ګېس کمپنۍ’ جوړه کړې ده. اوس د مېرني او پردي صوبائي حکومت راتلو سره د دغه قدرتي ذخيرو هېڅ خيال نۀ ساتلے کېږي او چې پاکستان کښې پټرول د عالمي صورت حال پۀ وجه دېرش روپۍ لټر ته را پرېوتي هم دي، د خپلو ذخيرو څۀ وخت د پاره د خوندي کولو هېڅ سوچ او اپروچ نشته.

    ارټيکل يو سل اووۀ شپېتم (167) کښې صوبې ته دا حق ورکړے شوے دے چې کۀ ضرورت پېښ شي نو صوبه د قومي مالياتي کمېشن مقرر کړي حد کښې د داخلي يا بېن الاقوامي مالياتي ادارو نه قرض اخستے شي. دې لړ کښې بي اٰر ټي چې د پېښور مرکزيت او د کابل نه تر ډيلي تلونکے سړک ئې وشلولو، بې د اولسي مطالبې او بې د ضرورته د اېشين ډوېلپمنټ بېنک د دروند سُود پۀ قرضونو شروع کړې شوې منصوبه ده چې صوبې ته ئې لويه تجارتي، ټرانزټي، اقتصادي او مالي خساره ورسوله او نزدې ‘څو کلونو’ کښې ئې د تکميل امکان نۀ ښکاري. دا منصوبه هم د صوبې د قرضداري کولو، دا وفاق ته د محتاجه کولو او د مالي فشار لاندې راوستلو منصوبه ده.

    ارټيکل يو سل اويايم (170) کښې د اٰډيټر جنرل د ملازمت موده څلور کاله ټاکلو سره دا خبره ډاګيزه شوې ده چې اٰډيټر به د وفاقي او صوبائي حکومتونو د حساباتو سره د هرې هغې ادارې او مؤسسې اٰډټ کولے شي چې صوبائي يا وفاقي حکومتونو جوړې کړې دي. دې کښې د صالح علېه السلام اوښه يعني Military Inc. نۀ دے شامل.

    ارټيکل يو سل دوه اويايم (172) کښې د صوبو تېل، ګېس او اوبۀ به د وفاق او متعلقه صوبې تر منځه مساوي وي.

    ارټيکل يو سل اتۀ نويم (198) کښې لکه د نورو صوبو د هائيکورټونو، مينګوره کښې د پېښور هائيکورټ څانګه پرانستې شوې ده.

    ارټيکل دوه سوه شپږ ويشتم (226) کښې د ‘پټ ووټ’ پۀ ذريعه د عامو انتخاباتو کولو خبره ده – هاهاها! باجوه ډاکټرين بېخي ووټونه پټ کړل. چرته چې ووټونه پټېدل ګران وو، هلته ئې سورلۍ يا جيپ ته وخېژولې، يا ئې پۀ سوباړي سورلۍ کولو ته چمتو کړې! دې لړ کښې اوس اوس د ‘باجوه اېکسټنشن’ د پاره ووټونه پۀ ځانګړې توګه د پام وړ دي.

    کۀ کومه صوبه د هنګامي حالت نفاذ وغواړي، د ارټيکل دوه سوه دوه دېرشم (232) سره سم به صوبائي اسمبلي يو قرارداد منظوروي او دا قراداد به صدر صاحب ته لېږي. صدر صاحب به د دې قرارداد توثيق د دواړو مرکزي ايوانونو نه د کولو پابندي وي. د قانون د استعمال د اهليت خبره ده، خېبر پښتونخوا کښې د ‘اېکشن اِن اېډ اٰف سول پاور ارډيننس’ پۀ ذريعه د تېرو درېو سوو ورځو نه مارشل لاء ده.

    د ارټيکل دوه سوه دوه څلوېښتم (242(1B)) تر مخه، د کومې صوبې سره د متعلقه امورو د پاره به د پبلک سروس کمېشن د چئيرمېن تقرري ګورنر د متعلقه صوبې د وزيراعليٰ پۀ ښونه کوي.

    ارټيکل دوه سوه درې څلوېښتم (243) کښې د مېجرانو جرنېلانو د تقررۍ پۀ اړه د ملک د صدر فرائض او ‘اختيارات’ بيان دي؛ پۀ سياسي کارونو کښې د فوجي مداخلت او اثر رسوخ سره مې چوهدري فضل الٰهي او محمد رفيق تارړ نېغ مې ته ودرېدل. علامتونه دي جي!!!

    اٹھارویں آئینی ترمیم نے ملک کو دیوالیہ بنا دیا؟

    کله هم نۀ! ګوډاګي وزيراعظم له د دې بيان ورکولو نه مخکښې وړاندې وروستو کتل پکار وو. د پنجابي سټېج ډرامو د ټوقمار کردار پۀ شان بې د سنسر بورډ د وېرې چې هر څۀ پۀ خولۀ ورځي، ورله ويستل نۀ دي پکار. دا خو دې شکر وباسي چې لکه د شاهنواز مشال د ملک پۀ معيشت هم کورونا خواره بدنامه شوه، ګنې د پاکستان د غېر اولسي حکومت د غېر جمهوري رويو او سياسي فېصلو باندې د فوجي اثر لۀ کبله خو د کورونا د راتلو نه مخکښې د نمو شرح/ (Growth Rate) د 5.70% نه 2.40% ته پرېوتې وه. د اٰئي اېم اېف د شمارياتو تر مخه، دا به -1.50% ته ځي!!! دا اتلسم ائيني ترميم؟

    کیا اٹھارویں آئینی ترمیم شیخ مجیب کے چھ نکات سے زیادہ خطرناک ہے؟

    کله هم نۀ! د فوج لۀ خوا سياست کښې مداخلت کله هم بلاواسطه نۀ دے پاتې شوے، بلکې اېغ پۀ نېغه فوج پۀ پارلېمان اثر اندار پاتې شوے. بيا هم کومه سپين سترګي چې د جنرل باجوه لۀ خوا پۀ اولسي کچه دې بيان سره شوے، د وچې کړسې غندنې وړ دے. جنرل باجوه د شېخ مجيب شپږ نکاتو، اتلسم ائيني ترميم، فيډرېشن او کنفيډرېشن کښې پۀ فرق هم پوهېږي کۀ د طارق جميل صاحب ژړغونې دعا پۀ ناتار کړے دے؟ خطرناک اتلسم ائيني ترميم نۀ دے، خطرناک د کورونا دوران کښې هم د فوج لۀ خوا د سي پېک د حفاظت پۀ نامه اٰرمي ډويژن د پاره يوولس نيم (11.48) اربه، سپېشل کميونيکېشن ارګنائزېشن د پاره پاو کم پينځۀ (4.82) اربه او د نيوکلئير رېګولېرټي اتهارټۍ د پاره د 90.45 ميليون اخستلو سره هم د کورونا موده کښې د مزائلو تجربې او تنخواګانو کښې د اضافو هغه مطالبې دي چې د اېف اے ټي اېف لۀ خوا ګرے لسټ کښې د شامل ملک معيشت ئې نۀ شي زغملې. خطرناک هغه سويلين عهدې دي چې فوج نيولې دي – خطرناک جنرل باجوه! هم ستا د کوم ورور عزيز جنرل عاصم باجوه د سي پېک اتهارټي د چئيرمېن کېدو سره د وزير اعظم معاون براے اطلاعات کېدل دي!!! خطرناک باجوه ډاکټرين دے!!! خطرناک مصنوعي دښمنۍ دي!!! خطرناک جنګي دياړيماړي وي!!! د خپل ډاکټرين د ولقې نه لږ سحر بهر تا وکړه او وګوره چې ستا د مادرِ ملت فاطمه جناح انتخابي مهم چلوونکے شېخ مجيب شپږو نکتو له ولې تلے ؤ؟ دې سره به پۀ تا د فاطمه جناح صاحبې او شېخ مجيب تر منځه او ستا او د جنرل ايوب خان تر منځه د تعلق انکشاف هم وشي!!!

    اتلسم ائيني ترميم چې د سياسي ګوندونو يوه تاريخي ورکړه ده، پۀ دې عمل کول به وفاق مضبوط کړي او د ادارو د خپل ائيني دائره کار پورې محدود کېدو او پۀ خپله برخه کښې د ګزارې کولو سره به د اولس ستونزدې هم د کمېدو امکان لري. اتلسم ائيني ترميم د جمهوري حکومتونو د مدت پوره کولو، د شراکتِ کار د رويې پېدا کولو او د ائين بالادست ساتلو کښې کردار لري. اتلسم ائيني ترميم کښې د فوجي حکومتونو روايت ټولو پارلېماني پارټيو پۀ شريکه مسترد کړے دے او دې نه ثابتېږي چې هغوي پۀ جمهوريت کښې نور غېر جمهوري مداخلت نۀ زغمي. بايد پۀ دې پوهه شئ چې صرف بهادر کمانډو مشرف پښې ويستلې نۀ شي، ونګ کمانډر ابهے نندن پۀ يو کپ چايو او ميا نواز شريف د پنځوس روپيو پۀ سټام هم تلے شي!!!

    کۀ پۀ اتلسم ائيني ترميم عمل درامد وشي نو دا د قاميتونو د مجبوريو اوږدې مودې له يوه دلاسه هم کېدې شي او کۀ و نۀ شي، لرې نۀ ده چې دا د اور يوه غرغنډه هم جوړه شي. ‘ون يونټ’ جوړولو پاکستان مات کړے ؤ، د اتلسم ائيني ترميم ماتول خو بيا ماتېدل ماتېدل دي. د نورو لږ غم را سره دے ګنې مينږ خو د سياست، مزاحمت او حکومت اوږده او پراخه تجربه لرو!!!

  • نوښار کښې د باچا خان جلسه – ډاکټر وارث خان

    ‘د ازادۍ تحريک’، د چاپځاے، پېښور، جون 1988، مخونه 95-91

    ]نومبر/دسمبر [1931

    ……. دې ګرفتاريو او ګوليو چلېدو سره خلکو کښې جوش و خروش پېدا شو. دغه جذبه او غصه وه چې ‘هري کشن’ )تلواړ( د پنجاب ګورنر باندې ګولۍ وچلولې او ما د چيف کمشنر د ويشتو نيت کړے ؤ. لندن کښې ګول مېز کانفرنس لګيا دے او دلته باچا خان دغې عارضي صلح کښې کلي پۀ کلي ګرځېدو، شپه او ورځ ئې پۀ ځان يو کړل.

    لويې لويې جلسې کېدلې، وردۍ جوړېدې. د هر کلي خلکو به پۀ سيالۍ سره بابا خپل کلي ته جلسې د پاره د راوستو کوشش کولو. مونږ هم صلاح وکړه چې بابا جلسې ته را وغواړو. ‘امير محمد خان د هوتي’ زما د وروڼو د مردان پۀ ګورنمنټ هائي سکول کښې د سبق ملګرے پاتې ؤ – زمونږ پېژندګلو وه – لږ مخکښې تحريک کښې شامل شوے ؤ. تعليم يافته او قابل زلمے ؤ، پۀ لږو ورځو کښې د صوبې د سر مشرانو کښې شمار شو. د پښتو بې مثله مقرر ؤ. اکثر به باچا خان سره پۀ دوره ؤ. د ډېرې سرګرمۍ او سخت تقريرونو لۀ کبله هم دغې عارضي صلح کښې ونيولے شو. دوه درې کسان نور هم نيولے شوي وو. هره جلسه کښې به د دوي ذکر کېدو. د مردان ضلعې ‘سالار شېر محمد خان’ عرف ‘شېرو خان’ هم حکومت بندي کړے ؤ. هره جلسه کښې به داسې اشعار وئيلے شو:

    څۀ شو هغه صدرِ جهان
    لکه يوسف شو پۀ کنعان
    مير محمد خان د هوتي
    مير محمد خان د هوتي
    ج

    د ‘سالار شېر محمد خان’ پۀ باره کښې چې به کوم نظم پۀ جلسو کښې وئيلے شو، د هغې سر به پۀ دې مصرع اوړېدو:

    ولې دې ګېر کړلو سالار زمونږ؟

    د نوښار تحصيل صدر ‘سېف الملوک خان’ هم ګرفتار شوے ؤ. مونږ سره وېره وه چې هسې نۀ باچا خان ګرفتار شي! ځکه مونږ تلوار کوله چې يوه لويه جلسه وکړو.

    زما پۀ ذمه د بابا د راوستو او د جلسې د انتظار کار پۀ حواله شو. زۀ اول ښاغلي ‘امير محمد خان’ صدر پسې مردان ته لاړم، ځکه چې د مخکښې نه ورسره پېژندګلو وه. پۀ مردان کښې معلومه شوه چې صدر صاحب بابا سره پۀ دوره دے، نن هري چند کښې جلسه وه. پته مې ولګوله چې هري چند ته د درګۍ نه ټانګې ځي راځي. تر درګۍ پۀ لارۍ کښې لاړم. هلته يوه تياره ټانګه کښې کښېناستو. دا ټولې سورلۍ جلسې ته تلې. ټانګه د نهر پۀ غاړه غاړه پۀ کچه سړک روانه وه. جلسې ته چې ورسېدو، مازيګر ؤ. اخري تقرير د باچا خان ؤ. سټېج ته مې ځان ورسولو. پټ غوندې مې خان لالا ته د راتلو مقصد بيان کړو. خان لالا بابا ته خبره وکړه. بابا د سخاکوټ ‘راحت خان’ ته ووې چې دے د ځان سره لارۍ کښې کښېنوئ.

    جلسه چې ختمه شوه، پۀ ګڼه ګوڼه کښې چې زۀ څو لارۍ ته رسېدم رسېدم، لارۍ روانه شوې وه. نۀ څوک واقف وو او نۀ نزدې ابادي ښکارېده. د لارۍ پۀ دوړو پسې پسې روان شوم. سړک کچه ؤ، یو خوا بل خوا ګني وو. لږ ساعت پس نمر پرېوتو، تک تورتپ شو. نۀ يم خبر چې لاره کوم خوا تلې ده، خو بس پۀ توکل روان يم. نهه بجو پورې چې مې مزل وکړو نو ګس طرف ته لرې رڼا غوندې ښکاره شوه. دغې رڼا ته مې لاره برابر کړه، پۀ هغې پۀ دې خيال روان شوم چې ابادي به وي. چې ورنزدې شوم، معلومه شوه چې ګاڼۍ ده، کړهي ته اور بلېږي. دوه سپي پۀ غپاري ما پسې راغلل. خوا کښې راسره نرے د اوبو لختے ؤ خو اوبۀ پۀ کښې نۀ وې، وچ ؤ. پۀ هغې کښې کښېناستم، دا مې مورچه شوه او يوه ټاپوره مې وسله شوه، سپو ته ئې خوځوم چې يو غصه ناک اواز وشو چې،

    “مغل خانه! ټوپک را واخله! وولئ يې! څوک غل غلے شوے دے.”

    ما زر اواز وکړو،

    “غل نۀ يم، مېلمه يم- جلسې ته راغلے وم، لارۍ رانه لاړه.”

    يو سړے لاټېن پۀ لاس راغلو، سپي ئې رانه کورے کړل. زۀ پاڅېدم. هغه سړي ګاڼۍ ته بوتلم. لږه ګوړه مې وخوړه. د کړهي پۀ خوا کښې پۀ پترۍ اودۀ شوم. ستړے وم، ځاے ګرم ؤ، هډوکي مې ټکور شو. سحر وختي ګاڼۍ والو ته چاے پراټې راغلې، ځان مې ښۀ موړ کړو. هلته نه راته هغوي لار سمه کړه، هتيانو ته راووتم. ګاډي ته لږ وخت ؤ، کلي ته راغلم.

    خبر شوم چې دوه ورځې پس پۀ تخت بهائي کښې جلسه ده. لاړم. ډېر خلک وو – خو د سټېج نه چې بابا وليدم، چا ته ئې ووې دے راولئ! بابا څومره د حساس او نرم زړۀ خاوند ؤ! تپوس ئې رانه وکړو،

    “هغه ورځ مونږ نه ولې پاتې شوې؟”

    ما ورته ټوله خبره وکړه. زما پۀ دې کړاو ډېر خفه شو. ‘ميا صاحب شاکر الله’ ته ئې قصه وکړه. هغۀ ډېر شاباشے او ډاډ راکړو. د جلسې د پاره ئې ورځ مقرر کړه، د جلسې ورځ ئې راته وښودله. پۀ ډېرې خوشحالۍ کلي ته راغلم.

    د جلسې د پاره مې ګېر چاپېره کلو ته خطونه ولېږل. سخته يخني وه. د نومبر يا دسمبر مياشت وه، کال 1931 ؤ. بابا د نوښار نه راتلو. ټول خدائي خدمتګاران پۀ سرو ورديو کښې او عام اولس د وړو زړو سره د بابا د استقبال د پاره راوتلي وو. د هر کلي سره بېنډ ؤ او خپله جنډه وه.

    باچا خان را ورسېدو – د ټانګې نه کوز شو – سلامۍ وشوه – ګولې خلاصې شوې. لکه د توپو پۀ غربينونو ډزې وشوې. جلوس د جلسه ګاه پۀ لور روان شو. پۀ سړک شل دروازې جوړې شوې وې. د کلي نه بهر يو لوے ډاګ د جلسې د پاره ټاکلے شوے ؤ. جلوس د کلي پۀ منځ روان ؤ. د هر کور مخې ته زنانو د لوپټو نه ښکلې ښکلې دروازې جوړې کړې وې.

    د جلسې د صدارت د پاره زما د نوم تجويز او تائيد وشو. اول تلاوت وشو او بيا د باري بانډې ‘حاکمين خان’ پۀ خوږ اواز يو نظم واورولو. ورپسې ما د بابا پۀ خدمت کښې سپاسنامه واوروله. ورپسې باچا خان تقرير ته ودرېدو. د تقرير غټې غټې خبرې دا وې:

    “زما پښتنو وروڼو!” تاسو ته دا وايم چې دا ملک پېرنګي پۀ ټګۍ ټورۍ مونږ نه لاندې کړے دے. دے د اووۀ زره ميله لرې نه راغلے دے، زمونږ دولت ټول لندن ته ځي. د پېرنګي سپي کُچونه او ډبل روټۍ خوري. ورشئ رسالپور کښې د دوي بنګلې ته وګورئ! د دوي بچي ووينئ او دې خپلو بچو ته وګورئ! پۀ سر سرتور او پښو پښې ابله ګرځي. چې ملک ازاد شي نو ستاسو بچي به هم پۀ تن پټ او پۀ ګېډه ماړۀ شي. اوس به مونږ ازادي اخلو. پېرنګي ته مونږ يو ښکر مات کړے دے، د شګو پۀ کمر ولاړ دے، يوه ديکه ورته پکار ده.

    د ازادۍ دغه بېړه مونږ د هشنغر نه پورته کړې ده – نوښار او دا کلي هشنغر سره لګي نو تاسو به هم د ازادۍ پۀ جنګ کښې مونږ سره مخکښې صف کښې روان شئ! مونږ تيږه ايښې ده، جنګ را روان دے! ازادي څۀ د خټو ګوګوشتو نۀ دے چې پۀ سړه ډوډۍ کېږي! قرباني ورکول غواړي. تشدد، جنګ جګړه به نۀ کوئ! دا ځل چې قېد شو، جېل کښې به هېڅ مشقت نۀ کوو.”

    قبلې طرف ته پۀ دېوالونو زنانه جمع وې – حاضرينو ته ئې د کښېناستو اشاره وکړه – هغه ښځو ته مخامخ ودرېدو، وې ئې:

    “زما مېندو خوېندو! دا مونږ د پېرنګي نه ازادي چې اخلو، پۀ دې کښې ستاسو هم برخه ده. د خداے او رسول پۀ قانون کښې ستاسو برخه شته خو پۀ رواجي قانون کښې ستاسو برخه نشته. تاسو دې قانون محرومه کړې يئ.”

    زنانو ورته ډېرې دعاګانې وکړې. يو مشر سړے راغے، وې “تا دې خداے باچا کړي!” باچا خان ووې،

    “زۀ مو د يو باچا نه خلاصوم، تاسو ما باچا کوئ!!!”

    يو بل سړے راغے، وې “ناجوړه يم، پۀ ما دم واچوه!” باچا خان ورته ووې،

    “دا خبرې پرېږدئ! ډاکټر ته لاړ شه او باقاعده علاج ترې وکړه!”

    پۀ دې جلسې کښې باچا خان يوه ډېره قيمتي خبره د تقرير دوران کښې کړې وه. هغه دا چې:

    “دا ملک به ضرور ازادېږي! پېرنګے به ځي! تاسو د نن نه پۀ بچو تعليم شروع کړئ چې قابل شي. کۀ يو اس تاسو ته څوک درکړي او پۀ سورلۍ نۀ پوهېږئ نو د دې اس نه څۀ فائده؟ اول سورلي زده کول پکار دي.”

    څومره د مطلب خبره ئې کړې وه!!! دغه زمانه کښې تعليم ته د چا توجه نۀ وه. دا چې نن څوک د ازادۍ پۀ اس سورلي کوي، پۀ مزو کښې دي او ټول ملک باندې حکومت کوي، دا د علم برکت دے.