Category: ډاکټر سهېل خان

  • پۀ زولنو کښې د رڼا د مینار قصه د باچا خان د زندان احوال 2 – ډاکټر سهېل خان

    ]دوېمه برخه: د 1948 نه تر 1984 پورې[

    د هندوستان د وېش نه پس باید چې د لا اِلٰه پۀ چغه جوړ ملک کښې د اسلام، جمهوریت، ائین او قانون علمداري وه، ولې پۀ دوه ویشتم اګست 1947 د ډاکټر خان صاحب منتخب حکومت ختمولو سره د ‘جمهوریت’ لاش د پېرنګي نه ازاد کړے شوي ‘ګورا قبرستان’ کښې خاورو ته وسپارلے شو. دغه د باني پاکستان جناح صاحب د ګورنر جنرل پۀ حېث د فرمان جاري کولو نه پس وشو. چونکې ‘خان قیوم’ سره اسمبلۍ کښې اکثریت نۀ ؤ – لۀ دې عمله ئې د خدائي خدمتګارو منتخب ممبران ګرفتارول شروع کړل، ولې دې سره ئې دا ناروا هم وکړه چې عام خدائي خدمتګار ئې هم ګرفتار کړل. اګرچې باچا خان پۀ فروري 1948 کښې د پاکستان د ائین سازې اسمبلۍ د ممبر پۀ حېث اسمبلۍ کښې سوګند هم پورته کړو او خپل سیاسي او قانوني چوکاټ باندې ئې یو زړۀ پورې پالیسي بیان هم اسمبلۍ کښې وکړو؛ دې تقریر ډېر ښۀ اثر وکړو او د باچا خان د جناح صاحب سره ملاقات هم وشو. دې ملاقات پۀ جناح صاحب ښۀ اثر وکړو. باچا خان ورته مرکز عالیه سردریاب ته د راتلو بلنه ورکړه چې جناح صاحب دغه دعوت قبول کړو – ولې دغه ملاقات پۀ قیوم خان او وزیر اعظم لیاقت علي خان اور ولګوۀ او دا ئې وګڼل چې کۀ دا دواړه یو ځاے شو نو زمونږ خېر نشته.1

    هم دغه وجه وه چې جناح صاحب پېښور ته راغلو او باچا خان سره ئې ملاقات وکړو نو د خپلو ټولو خبرو نه منکر شو ]د قیوم خان او لیاقت علي خان دا سازش زما کتاب ‘د بابړې د خونړۍ پېښې تاریخي پس منظر’ کښې خوندي دے[. باچا خان د خپلو ملګرو سالار منیر خان او نجیب الله )نجو بهائي( سره پۀ پینځلسم جون 1948 د بنو پۀ دوره روان شو او چې کله احمدي بانډې )کرک( ته ورسېدل نو بغېر د څۀ وارنټ نه ئې ګرفتار کړل. درې کاله ئې قېد کړل او پنجاب ته ئې چالان کړل. دا ګرفتاري پۀ پینځلسم جون وشوه او حکومت سرحد پۀ پینځمه جولایۍ یو ارډیننس جاري کړلو2:

    (i خدائي خدمتګار تحریک ئې خلاف قانون وګرځولو، (ii د حکومت مخالفین ئې د پاکستان مخالف او د اسلام دښمنان وګرځول. (iii هېڅ یو عدالت حکومت پۀ دې نۀ شو مجبورولے چې مجرم ته دې د خپل جرم وضاحت وکړي (iv د دې ارډیننس لاندې د ګرفتار شوو کسانو ټول منقوله او غېر منقوله جائیدادونه ضبط کړے شوي وو.3

    د لیاقت علي خان سره د صاحب ګل خان مرکه، صاحب ګل د کوهاټ نه د خدائي خدمتګارو MLA ؤ؛ دا ذکر هغۀ خپل یو خط کښې کړے دے چې د لیکوال سره محفوظ دے.

    یاده دې وي چې کله پېرنګي ګورنر سر اېمبروز دا ارډیننس جاري کولو نو د پاسه ئې پرې لیکلي وو چې دا ارډیننس د ګورنر جنرل محمد علي جناح پۀ حکم جاري کړے شو.4

    • وړومبۍ ګرفتاري:

    باچا خان پۀ پینځلسم جون 1948 ګرفتار کړے شو او پۀ پینځمه جنورۍ 1954 ازاد کړے شو. دغه رنګ پینځۀ کاله او شپږ میاشتې قېد ئې پۀ ساهیوال او پېنډۍ جېل کښې وخوړو. دا رهائي د څۀ حکمنامې لۀ کبله نۀ وه بلکې د باچا خان د ناروغتیا لۀ عمله وه. د ساهیوال جېل نه ئې د پېنډۍ هسپتال ته بوتلو او د علاج د پاره ئې داخل کړو.5

    • دوېمه ګرفتاري:

    پۀ پېنډۍ هسپتال کښې ئې باچا خان ته ووې چې تۀ به د رهایۍ نه پس صوبه سرحد کښې بیا د سیاست کولو څۀ اراده لرې؟ باچا خان ورته ځواب کښې ووې چې ‘زۀ خدائي خدمتګار یم او د خپلو خلقو خدمت پۀ ما فرض دے’ – دې ځواب سره ئې پۀ هم دغه میاشت یعني جنوري 1954 کښې پېنډۍ سرکټ هاوس کښې نظر بند کړلو.6

    پۀ شلم مارچ 1954 ئې د ائین سازې اسمبلۍ اجلاس د پاره باچا خان ته د شرکت اجازه ورکړله. باچا خان پۀ دغه موقع اسمبلۍ کښې د خپلې ګرفتارۍ باره کښې ووې، ‘جناب! زما د دې معزز ممبرانو نه یو شکایت دے – زۀ هم د دې پارلېمنټ ممبر یم – دا اداره خود مختاره او ازاده ده – د دې د ممبرانو هم ځینې حقوق دي. ما نه ئې د فرنټئیر کرائمز ریګولېشن لاندې ضمانت غوښتو، ما انکار وکړلو او زۀ ئې درې کاله قېد کړم. درې کاله پس خلاصېدل زما حق ؤ، ولې زۀ ئې څلور ورځې جولګا ته بوتلم او بیا ئې د بنګال ریګولېشن 1818 لاندې سزا راکړه کوم چې د ایسټ انډیا کمپنۍ قانون ؤ. ما باندې ئې نور درې کاله او دوه میاشتې قېد وخوړو – خو تاسو کښې چا هم د حکومت نه تپوس ونۀ کړو چې زما جرم څۀ ؤ او د کوم جرم کولو پۀ وجه ئې زۀ د تېرو شپږو کالو راهسې زنداني کړے یم؟ تاسو ته پته ده زۀ اوس هم قېدي یم؟ زۀ به پېرنګیانو هم جېل ته لېږلم خو انګرېز کښې د صبر او زغم ماده زیاته وه، ولې پۀ دې اسلامي ریاست کښې چې ما سره کوم سلوک وشو، زۀ د هغې حال نۀ شم بیانولے.’7

    د دوېم قېد نه باچا خان پۀ څوارلسم جون 1955 ازاد کړے شو.

    دغه رنګ باچا خان د پینځلسم جون 1948 نه تر څوارلسم جون 1955 پورې پوره شپږ کاله جېل وخوړو.

    • درېمه ګرفتاري:

    پۀ ملک کښې د ون یونټ اعلان پۀ دوه ویشتم نومبر 1954 د ګورنر جنرل چوهدري محمد علي لۀ اړخه وکړے شو. پۀ پینځلسم جون 1955 د اولې او دوېمې رهایۍ نه پس د اټک پۀ مقام د باچا خان ډېر دروند او تاریخي استقبال وشو. پۀ اوولسمه جولایۍ د پېښور کننګهم پارک کښې لویه جلسه وشوه. د ون یونټ خلاف باچا خان د صوبې کامیابه دوره وکړله او پۀ شپاړسم ستمبر 1955 ئې د بلوچستان د دورې اعلان وکړو. حکومت د باچا خان د بلوچستان پۀ دوره پابندي ولګوله. دغه رنګ د بېلپټ پۀ مقام ئې باچا خان سره د خپلو ملګرو ګرفتار کړو او مچهـ جېل ته ئې ولېږلو. دغه ګرفتاري لس ورځې وه.8

    • څلورمه ګرفتاري:

    پۀ شپاړسم جون 1956 ئې باچا خان د شاهي باغ اتمانزو نه ګرفتار کړلو او د ملک دښمنۍ، بغاوت او عوامي جذباتو راپارول ئې پرې الزامونه ولګول. شپږ میاشتې قېد ئې د هري پور جېل کښې تېر کړلو او پۀ شپاړسمه جنورۍ 1957 ازاد کړے شو. څوارلس زره روپۍ جرمانه کړے شوے هم ؤ )زۀ او زما زمانه، مخ (121. دې ځل د ګرفتارۍ حکم د مغربي پاکستان وزیر اعليٰ ډاکټر خان صاحب کړے ؤ. اېف اٰئي اٰر کښې ئې ارمړ پایان، نوي کلي او ګمبت کښې تقریرونو کښې عوامي جذبات راپارول وو. د تعزیراتِ پاکستان دفعات 123، اېف 124، اېف 153 لاندې پرې د مغربي پاکستان هائیکورټ جج شبیر احمد قېد خېژولے ؤ.9

    • پینځمه ګرفتاري:

    پۀ اووۀ ویشتم اکتوبر 1958 جنرل ایوب خان د مارشل لاء اېډمنسټرېټر پۀ حېث د 1956 ائین منسوخ کړو. دې نه مخکښې پۀ اووم اکتوبر صدر سکندر مرزا مارشل لاء لګولې وه. باچا خان ئې پۀ یوولسم اکتوبر 1958 ګرفتار کړلو. پۀ دغه موقع ئې د نېپ صدر مولانا عبدالحمید بهاشاني، عبدالصمد خان اڅکزے او نور اتۀ ملګري هم ونیول. تر د څلورم اپرېل 1959 شپږ میاشتې ئې د هري پور جېل کښې تېرې کړې.10

    • شپږمه ګرفتاري:

    باچا خان د ایوب خان د مارشل لاء خلاف د ډېره اسماعیل خان پۀ دوره ؤ چې پۀ دولسم اپرېل 1961 ئې ګرفتار کړلو او اډیاله جېل ته ئې چالان کړلو. اډیاله نه پس ئې حېدر اباد جېل ته ولېږلو. دې نه پس ئې لاهور او هري پور کښې زنداني کړلو. دغه پۀ دېرشمه جنورۍ 1964 ئې دوه کاله لس میاشتې قېد نه پس ازاد کړلو.

    • اوومه ګرفتاري:

    پۀ اووم ځل ئې باچا خان پۀ اکتوبر 1973 کښې د درې اتیاو کالو پۀ عمر کښې ګرفتار کړلو – بیا ئې صوبه بدر کړلو. شپږ میاشتې پس ورته رهائي ملاو شوه.

    د حېدر اباد جېل کښې باچا خان سخت بیمار شو، دواړه پښې ئې وپړڅېدلې ولې حکومت ئې د علاج هېڅ بندوبست ونۀ کړو. چې لاهور جېل ته ئې ولېږلو نو هلته ئې هم پوره یو کال بیماري تېره کړه، ولې د علاج بندوبست ئې نۀ ؤ. د بیمارۍ نه باچا خان ډېر تنګ شو نو جېل کښې ئې بهوک هړتال شروع کړو. د هړتال پۀ څلورمه ورځ ئې نشتر هسپتال ملتان ته ولېږلو. دا د جولائي اګست میاشت وه. در اصل دا علاج نۀ ؤ بلکې باچا خان د ګرمۍ د شدت د مخه نور هم ټارچر کول وو. د لاهور جېل کښې ئې پښې دومره وپړڅېدلې چې ګرځېدلے نۀ شو. بیماري ورځ پۀ ورځ زیاتېدله. د حزب اختلاف پۀ احتجاج صدر ایوب خان ورله د علاج د پاره د انګلېنډ د تلو اجازه ورکړله. د انګلېنډ یخ موسم پۀ باچا خان ساپ رانۀ غلو او ډاکټرانو ورته د امریکې تلو مشوره ورکړه، ولې پاکستان د امریکې اېمبېسۍ ته ووې چې د امریکې ویزه دې ور نۀ کړې شي. باچا خان غوښتل چې کیلیفورنیا کښې د ډاکټر اورنګزېب نه علاج وکړي. لندن کښې د پاکستان سفارت خانې ورته د بیروت، قاهره او تهران تلو اجازه ورکړله. دغه رنګ نومبر 1964 کښې قاهره ته ورسېد. دغه دوران کښې ورته د افغان حکومت نه د علاج د بندوبست اعلان وشو. د قاهره نه باچا خان دسمبر 1964 کښې کابل ته لاړو.11

    • اتمه ګرفتاري:

    پۀ اتم ځل باچا خان هغه وخت ګرفتار شو چې پۀ اکتوبر 1973 کښې بهټو بر ناحقه د NAP او JUI د بلوچستان مشترکه حکومت د ختمولو اعلان وکړلو. پۀ اکتوبر 1973 ئې باچا خان ونیولو ، پۀ سبا ئې پنجاب کښې اټک رېسټ هاوس کښې نظر بند وساتلو. شپږ میاشتې قدغن ئې تېر کړلو.

    • نهمه ګرفتاري:

    پۀ نهم ځل ئې باچا خان د خپل کلي اتمانزو نه پۀ شلم مارچ 1974 د DPR لاندې زنداني کړلو. پینځۀ میاشتې بندیوان ؤ.

    • لسمه ګرفتاري:

    پۀ لسم ځل ئې باچا خان پۀ دیارلسم اپرېل 1975 د طورخم پۀ پوله ګرفتار کړلو. د ملک دښمنۍ زوړ الزام ئې پرې ولګوۀ او پۀ اتۀ ویشتم اګست 1976 د یو نیم کال قېد نه پس ازاد کړے شو.

    • یوولسمه ګرفتاري:

    پاکستان کښې پۀ یوولسم ځل باچا خان پۀ لسم اګست 1982 ونیولے شو، اووۀ میاشتې پۀ ګهسکي او ورسک رېسټ هاوس کښې وساتلو.

    • دولسمه/ اخري ګرفتاري:

    پاکستان کښې باچا خان پۀ اخري ځل کال 1984 کښې د کالاباغ ډېم خلاف جدوجهد کولو باندې ګرفتار کړے شوے ؤ. دغه وخت د باچا خان عمر څلور نوي کاله ؤ.13

    د اسلامي ریاست د ‘امیر المؤمنین’ ایوب خان او ‘امیر المؤمنین’ ذو الفقار علي بهټو او ‘امیر المؤمنین’ ضیاء الحق پۀ دورونو کښې د باچا خان ګرفتارۍ د ځانګړي پام وړ دي. دې مودو کښې د پېرنګي استعمار پۀ ضد د خپلو غرونو سیال باچا خان سپین ږیرے ؤ – هغۀ د اساسي قانون خبره کوله، هغۀ د امن خبره کوله، هغۀ قامیتونو له د هغوي د حقونو ورکولو خبره کوله، هغۀ د ماوراء ائین اقداماتو د مخنیوي خبره کوله –

    مونږ کۀ پۀ نړۍ کښې د سپین ږیرو/ معمر ترین قېدیانو فهرست ته ځیر کېږو نو وړومبۍ لس نامې ئې پۀ دې ډول دي:

    1. پال ګېډل (Paul Geidel)، هارټفورډ، امریکا، د 86 کالو پۀ عمر کښې هم جېل کښې ؤ – مقدمه د ویلیم جېکسن قتل.
    2. ګرېژبي (Johnson Grigsby)، کنټاکي، امریکار، 89 کال پۀ عمر کښې هم جېل کښې ؤ – مقدمه د جېمز براون قتل.
    3. چارلس فوسارډ (Charles Fossard)، فرانس، 92 کال پۀ عمر کښې هم جېل کښې ؤ – مقدمه د ویلیم فورډ قتل.
    4. لسلي کیپن (Lucille Keppen)، مینیسټا، امریکا، 93 کال پۀ عمر کښې – مقدمه د خپل ګاونډي سټیفن فلیشا قتل.
    5. جون بنز (John Bunz)، نیویارک، امریکا، 94 کال پۀ عمر کښې – مقدمه د خپلې ښځې قتل.
    6. فرانسس سمتهـ (Francis Clifford Smith)، کنکټیکټ، امریکا، د 94 کال پۀ عمر کښې – مقدمه د ګرور هارډ قتل.
    7. جون ‘سوني’ فرانزیس (John Franzese)، نېپلس، اټلي، د 100 کالو عمر کښې – مقدمه د اغواء، بېنکونو کښې شوکې.
    8. تهیوډر سیپنر (Theodore Sypnier)، نیویارک، امریکا، د 101 کالو عمر کښې – مقدمه پۀ ماشومانو یو شمېر جنسي تېرونه.
    9. بل وېلس (Bill Wallace)، اسټرېلیا، د 107 کالو 11 میاشتو عمر کښې – د تشدد مختلفې مقدمې.
    10. بریج بهاري پانډے (Brij Bihari Pandey)، هندوستان، د 108 کالو عمر کښې – مقدمه د څلورو کسانو قتل. نړۍ کښې تر ټولو بوډا قېدي.

    دغه پورته ذکر شوي لس قېدونه چې دوه نامې ئې پۀ ګینز بک اٰف ورلډ رېکارډ کښې هم د تر ټولو بوډا او د تر ټولو اوږد قېد لړ کښې خوندي دي، ټول اخلاقي قېدیان دي. دې لړ کښې د فخرِ افغان د ژوند وروستنے قېد چې 1984 کښې د څلور نوي کالو پۀ عمر کښې د اسلامي جمهوریه پاکستان د امیر المؤمنین لۀ خوا ورکړے شوے ؤ، سره باچا خان ‘د نړۍ تر ټولو ضعیف سیاسي قېدي’ دے.

    دسمبر 1964 کښې کابل ته تګ او هلته د څلیریشتم دسمبر 1972 پورې د باچا خان جلاوطني هم د پاکستاني ریاست د جمهوریت ضد پالیسۍ نتیجه وه.

    راتلونکې ګڼه کښې به د باچا خان د قېدونو اجمال وړاندې کوو.

    حوالې:

    1. د صاحب ګل MLA خط، 1948 – ډاکټر سهېل خان
    2. احمد کاکا، خدائي خدمتګار تحریک، دوېم ټوک، 1996

    ډائرېکټورېټ اٰف ارکائیوز اېنډ لائبرېریز، بنډل 43، فائل نمبر 1515

    1. ډاکټر حېدر لاشاري، سفیرِ انسانیت، 2008

    جناح پېپرز، والیم 6، جناح پۀ حېث د ګورنر جنرل، پي اېچ ډي مقاله، اسلام اباد، قائداعظم پوهنتون

    1. عبدالولي خان، باچا خان او خدائي خدمتګاري، دوېم جلد، 1994
    2. د باچا خان قانون سازې اسمبلۍ ته خطاب، قومي اسمبلي ارکائیوز، 1948
    3. ډائرېکټورېټ اٰف ارکائیوز اېنډ لائبرېریز، بنډل 64، فائل نمبر 1710
    4. فاروق قرېشي، ولي خان او قراردادِ پاکستان، لاهور، 1990
    5. ډاکټر حېدر لاشاري، سفیرِ انسانیت
    6. Sunday Standard, Delhi, Aug 29, 1976
    7. عبدالولي خان، باچا خان او خدائي خدمتګاري، دوېم ټوک، مخ 371
    8. ډائرېکټورېټ اٰف ارکائیوز اېنډ لائبرېریز، بنډل 43، فائل 1510
    9. http://www.nydailynews.com/new-york/justic-story-new-yorker-prison-term-landed-

     

  • پۀ زولنو کښې د رڼا د مینار قصه – ډاکټر سهېل خان

    د باچا خان د زندان احوال1-

    )وړومبۍ برخه: د 1919 نه تر 1947 پورې(

    مۍ 1919 کښې باچا خان پۀ وړومبي ځل پېرنګي استعمار د ظالمانه ‘رولټ اېکټ’ خلاف د احتجاج کولو پۀ تور شپږ میاشتو د پاره زنداني کړے ؤ. د ازادۍ د رڼا د دغه مینار د یو اوږد زنداني تاریخ شروع د مۍ د میاشت نه شوې وه. اوس کال 2019 دے. د باچا خان د وړومبي زندان سل کلونه وشول. غلامان ذهنونه خپلې سوکړه سوکړه ‘ازادۍ’ نمانځلو کښې هم د خپل ذات د پېغور سره مخ وي خو ازاد، سرکش او لېوني روحونه دا غرور لري چې د زندان سل کاله هم ونمانځي.

    ‘پښتون’ د فخرِ افغان باچا خان د زنداني کېدو د سلو کلونو پۀ یاد او ویاړ دا لیکنه دې میاشت کښې خپلو لوستونکو ته وړاندې کوي. د دې لیکنې بله برخه به راتلونکې ګڼه کښې ستاسو د لوست تنده ماتولو د پاره وړاندې کړې شي.

    مونږ پۀ دغه زندانونو ملال نۀ، ویاړ کوو.

    چې عظمت ته ئې د اغیارو سترګې برېښي

    هر پښتون دې باچا خان غوندې بدنام شي – رحمت شاه سائل

    پېرنګي د اولې ورځې نه د تعلیم، اقتصاد، معاشرت او حکمرانۍ داسې بیانیه خپروله چې لۀ عمله ئې د هندوستان ملک بالعموم او پښتانۀ بالخصوص د خپلې خاورې د شعور، فکر، تعلیم، معاش او معاشرت نه بې دخله وساتي. پېرنګي ګڼل چې کۀ پښتانۀ د تعلیم او شعور د لارې د خپلو حقونو نه خبر شي نو د مزاحمت سیاست به رالړزېږي او دوي به پۀ ارام نۀ کښیني. د کوم متشدد تحریک پۀ مقابله کښې پېرنګي د عدم تشدد پۀ مفکوره کاربندو خدائي خدمتګارو نه زیاته وېره کوله او ځکه خو پېرنګي د نفسیاتو د ادراک نه پس د باچا خان دا خبره یو مجموعي تاثر دے چې ‘پېرنګے د متشدد پښتون پۀ ځاے د غېر متشدد پښتون نه خپلې زور واکۍ ته زیاته خطره ګڼي’.

    پښتنو کښې د باچا خان پېدا کېدل د پېرنګي سیاسي بیانیې له د قدرت لۀ اړخه ماتې ورکول وو. باچا خان د پېرنګي دغه د ‘بې دخلۍ’ سیاسي فلسفې لاره کښې د مزاحمت او استقامت استعاره وه. باچا خان د پوهې او سیاسي شعور رڼاګانې خپرولې. خپل قام ئې بېداروۀ؛ د دې وجې نه پېرنګي دا ضروري ګڼل چې باچا خان د خپلو خلقو نه detach کړي او هم پۀ دغه موخه ئې هغه هر وخت زندان کښې ساتلو. پۀ زندان کښې د باچا خان د تېر کړي وخت او د تاریخونو د تجزیې نه پس مونږ دې نتیجې ته رسو چې پۀ هندوستان کښې د پېرنګي استعمار پۀ ضد د ازادۍ مبارزه کوونکې سیاسي مشرتابه کښې پېرنګي پۀ زیات ارتکاز سره د باچا خان د مخې نیولو کوشش کړے دے.

    راځئ چې د باچا خان د زنداني ژوند تاریخي جائزه واخلو.

    اولنۍ ګرفتاري:

    پۀ اپرېل 1919ز کښې پۀ اتمانزو کښې د برصغیر د کلیوال تاریخ اولنۍ غټه جلسه چې ملک کښې د مارشل لاء او ‘رولټ اېکټ’ خلاف باچا خان وکړه، هم دې جلسه کښې ورته د ‘باچا خان’ خطاب ملاو شو – دې جلسې خلقو کښې ډېر سیاسي شعور راپېدا کړو. تقریباً یو لاکهـ کسانو پۀ شریکه د مارشل لاء د جبر خلاف اواز پورته کړو. باچا خان پۀ مۍ 1919 کښې ګرفتار شو او شپږ میاشتې قېد پرې وختلو. پېښور جېل کښې ئې ټول قېد تېر کړو. پۀ اولني نومبر 1919 ازاد کړے شو.

    الزامونه: (1 د پېرنګي سرکار خلاف بغاوت (2 د پېرنګي خلاف جلسه کول (3 د سرکار خلاف خلقو باندې ګرځېدل (4 د سرکار خلاف خلق راپاڅول (5 ځان ‘باچا’ جوړول.

    د چارسدې او خانمائي تهاڼو کښې باقاعده اېف اٰئي اٰر کښې دغه الزامونه لګېدلي وو. شپږ میاشتې او نهه ورځې ئې د پېښور جېل کښې تېر کړې. دغه وخت د باچا خان عمر یو کم دېرش کاله ؤ.

    دوېمه ګرفتاري:

    پۀ دوېم ځل باچا خان پۀ دسمبر 1919 کښې ګرفتار شو. د باچا خان دا ګرفتاري د ‘سردریاب’ سره هغه وخت وشوه چې باچا خان د محمد عباس خان سره د خپل دوېم وادۀ جوړې اخستو نه پس د پېښور نه چارسدې ته راروان ؤ. د ‘سردریاب’ پل دغه زمانه کښې کچه ؤ، د لرګو نه جوړ ؤ. باچا خان چې پۀ پل راپورېوتۀ نو بله غاړه ورته پولیس ولاړ وو او واپس ئې د پېښور صدر تهانې ته چالان کړو. دغه تهاڼه کښې باچا خان دولس ورځې حوالات وخوړو.

    الزام پرې دا ؤ چې نوښار کښې بم دهماکه شوې ه، دغه کېس کښې پولیس خپل تفتیش وکړو. باچا خان بې ګناه ثابت شو او دولس ورځې پس ئې رها کړو. یاده دې وي چې دې دوران کښې د باچا خان د وادۀ نېټه تېره شوه او دوباره بله نېټه کېښودې شوه.

    درېمه ګرفتاري:

    پۀ درېم ځل باچا خان پۀ اوولسم دسمبر 1921 کښې هاغه وخت ګرفتار کړے شو چې پۀ ازاد سکول اتمانزو کښې ئې ماشومانو له د فټ بال ګراونډ جوړوۀ. پۀ خپله اوږه ئې لرګي راوړل. رمبے ورسره ؤ. د پولونو لګولو د پاره ئې کنده کړې وه. لرګي ئې د ګول پوسټ ځاے کښې ښخول چې پولیس راغلل او ګرفتار ئې کړو.

    الزامونه: (1 هجرت کول (2 ازادې مدرسې جوړول

    دفعه 40 اېف سي اٰر.

    د پېښور ډپټي کمشنر پۀ باچا خان او د ‘انجمن اصلاح الافاغنه’ د مانسهرې غړي عبدالقیوم سواتي باندې درې درې کاله قېد بامشقت حکم واورولو. باچا خان دا قېد د پېښور، ډېره اسماعیل خان، ډېره غازي خان، لاهور او میانوالۍ جېل کښې تېر کړو او پوره درې کاله پس پۀ کال 1924 کښې رها کړے شو. پۀ دغه موقع د اتمانزو پۀ ازاد سکول کښې یوې درنې استقبالیه جلسې کښې ورته د ‘فخرِ افغان’ خطاب ورکړے شو.

    څلورمه ګرفتاري:

    پۀ څلورم ځل باچا خان پۀ درې ویشتتم اپرېل 1930 هاغه وخت د نحقې سره ګرفتار کړے شو چې څۀ وخت دوي د فرنټئیر کانګرس پۀ دعوت د پېښور شاهي باغ جلسې له روان وو. باچا خان سره ئې د دوي ملګري عبدالاکبر خان اکبر، صدر حاجي سرفراز خان او حاجي شهنواز خان هم ونیول. یاده دې وي چې هم پۀ دغه ورځ د قصه خوانۍ خونړۍ پېښه شوې وه. کۀ چرې باچا خان د قصه خوانۍ واقعې نۀ مخکښې ګرفتار کړے شوے نۀ ؤ نو دا پېښه به نۀ وه شوې. د فرنټئیر کانګرس او نوجوان بهارت سبها ټول قیادت ئې د شپې نه ګرفتار کړے ؤ چې اغا سید لال بادشاه، مولانا عبدالرحیم پوپلزے، مولانا هلالي، ډاکټر ګهوش، غلام رباني سیټهي، رحیم بخش غزنوي، صنوبر حسېن، عبدالرحمان ریا، روشن لال او لاله پیرا خان پکښې شامل وو.

    پۀ درې ویشتم اپرېل سحر نهه بجې ئې چې کله الله بخش برقي او غلام رباني سیټهي ګرفتار کړل نو د لس زره عوامو جلوس ورسره تهاڼې پورې روان ؤ. باچا خان چې ئې د نحقۍ نه واپس چارسدې تهاڼې ته بوتلو نو هلته هم د لسو زرو کسانو جلوس کوتکونه پۀ لاس د اسسټنټ کمشنر علي قلي خان وژلو له راجمع شو – ولې پۀ دغه موقع ډاکټر خان صاحب او باچا خان خلقو ته د پُر امن کېدو تلقین وکړو او دوي ئې واپس ولېږل. باچا خان ئې اول رسالپور تهاڼې او هلته نه مردان او بیا ګجرات جېل ته ولېږلو.

    الزام: پېښور کښې د مالګې ټېکس خلاف د جلسې کولو هڅه او پۀ شرابو د پکټنګ کولو اراده.

    قېد: درې کاله، جېل: ګجرات

    د یو کال قېد نه پس پۀ یوولسم مارچ 1931 د ګاندهي ارون پېکټ لاندې ازاد کړے شو.

    پینځمه ګرفتاري:

    پۀ پینځم ځل باچا خان د خپل مشر ورور ډاکټر خان صاحب، خپل ورارۀ سعدالله خان او د قاضي عطاء الله سره پۀ څلیریشتتم دسمبر 1931 ګرفتار کړے شو. دا ځل ئې د 1818 ریګولېشن لاندې درې کاله قېد کړو او هزاري باغ جېل صوبه بهار ته ئې چالان کړو.

    د ګرفتارۍ وجه د راونډ ټېبل کانفرنس ناکامي هم وه چې باچا خان او پۀ زرګونو خدائي خدمتګار هم ګرفتار کړے شول.

    پۀ څلیریشتم دسمبر 1934 د قېد پوره کېدو نه پس رها کړے شو؛ ولې پۀ خپله صوبه راتلو ئې بندېز ؤ.

    شپږمه ګرفتاري:

    پۀ شپږم ځل باچا خان پۀ ممبۍ کښې د عیسایانو یو مجلس ته د خطاب کولو جرم کښې پۀ یو دېرشم دسمبر 1934 ګرفتار کړے شو. پېرنګیانو سره دا وېره وه چې باچا خان د بنګال مسلمانانو له د تلو اراده لري او دوي راویښوي نو د واردها نه ئې ګرفتار کړو او دوه کاله قېد ئې کړو، 124-A دفعه ئې پرې ولګوله او ممبۍ، سامبرتي، برېلي او الموړه جېل کښې ئې قېد تېر کړو.

    پۀ وړومبي اګست 1936 ئې د رهایۍ حکمنامه وشوه خو ولې پۀ پنجاب او پښتونخوا تلو باندې هم هغسې قدغن ؤ. وجه دا وه چې د صوبائي اسمبلۍ انتخابات راروان وو او د عوامو نه ئې باچا خان جدا ساتل غوښتل.

    د دغې جدایۍ باوجود د کال 1937 انتخاباتو کښې خدائي خدمتګارو پۀ څلوېښتو کښې نولس سیټونه وګټل.

    اوومه ګرفتاري:

    کله چې پۀ کال 1942 کښې د کانګرس مرکزي ورکنګ کمېټۍ د ‘هندوستان چهوړ دو’ تحریک پېل کولو اعلان وکړو نو باچا خان او خدائي خدمتګارو پۀ میروس ډهېرۍ کښې د یوې لویې جلسې اعلان وکړو. پۀ اووۀ ویشتم اکتوبر 1942 باچا خان سره د خپلو ملګرو ګرفتار کړے شو او پۀ شپاړسم مارچ 1945 رها کړے شو. )یاده دې وي چې پۀ لسم مارچ د مسلم لیګ حکومت ختم شوے ؤ او ځکه پۀ سیاسي حالاتو کښې د راتلونکي بدلون تر مخه پېرنګي نور د باچا خان مزید صوبه بدر ساتلو زړۀ نۀ شو کولے.(

    دې دوران ئې قېد د هري پور جېل کښې تېر کړو.

    د هندوستان د تقسیم نه وړاندې باچا خان اووۀ ځله ګرفتارۍ کښې ټول څوارلس کاله، شپږ میاشتې او نهه ورځې جېل تېر کړے ؤ. دې نه علاوه درې کاله پۀ پنجاب او پښتونخوا راتلو باندې قدغن ؤ.

    حوالې:

    1. عبدالغفار، زما ژوند او جدوجهد، مخونه: 328, 272, 193, 112, 98, 85
    2. ډائرېکټرېټ اٰف ارکائیوز اېنډ لائبرېریز، فائل نمبر 1515، بنډل 43، باچا خان بایو ګرافي
    3. ډاکټر حېدر لاشاري، سفیر انسانیت، مخونه: 490, 91
    4. Mohammad Yunus, Frontier Speaks, Bombay, Hind Kitabs Ltd. 1942, Pg.106
    5. عبدالخالق خلیق، زۀ او زما زمانه، پېښور، ادارۀ اشاعت سرحد، مارچ 1968، مخ 121
    6. Daily Sunday Standard, Delhi, Aug 30, 1976
    7. فضل الرحیم ساقي، کفایت شعاري، پېښور، باچا خان ټرسټ رېسرچ سنټر، 2012، مخ 95

    لنډیز: (1947-1919)

    ګرفتاري رهائي

    1919، مۍ* 1919، 01 نومبر

    1919، دسمبر 1919، دسمبر

    1921، 17 دسمبر 1924، دسمبر

    1930، 23 اپرېل 1931، 11 مارچ

    1931، 24 دسمبر 1934، 04 دسمبر

    1934، 31 دسمبر 1936، 01 اګست

    1942، 27 اکتوبر 1945، 17 مارچ

    * یاده دې وي چې ځینې نېټې لیکلې شوې نۀ دي. زیاتره ډېټا د ارکائیوز نه اخستې شوې ده او هلته هم پۀ بنیادي مأخذ )فائل (1515 کښې دغه نېټې لیکلې شوې نۀ دي. بیا هم، مونږ هڅه کوو چې کۀ د کوم کتاب یا کوم رپورټ نه دغه نېټې مخې ته راشي، مونږ به ئې خپلو لوستونکو ته مخې ته کېږدو.

     

  • د قاضي عطاء الله تعلیمي خدمات – ډاکټر سهېل خان

    ښاغلے قرېش ګل ایډوکېټ د خدائي خدمتګار بازمیر خان کاکا زوے او د 1969 نه 1973 پورې د نېشنل عوامي پارټۍ اٰفس سېکرټري پاتې شوے دے. خدائي خدمتګارې وینې او د تاریخي دستاوېزاتو سره مینې نن هغه پۀ دې مقام ودرولے چې د قامي تاریخ د معلوماتو او دستاوېزاتو یوه لویه پنګه لري. هغه دا قامي امانت د مختلفو کتابونو صورت کښې راتلونکو نسلونو د پاره د خوندي کولو هڅه کوي. د شهید قاضي عطاء الله جان پۀ ژوند د هغۀ د تالیف مخکتنه باچا خان مرکز کښې د فرورۍ پۀ اوویشتمه نېټه تر سره شوه. دې دستوره کښې د باچا خان مرکز لۀ خوا ښاغلي قرېش ګل ایډوکېټ ته د هغوي د خدماتو اعتراف کښې یو شیلډ هم ورکړے شو.

    د باچا خان مرکز لۀ خوا ‘د مورنیو ژبو نړیواله ورځ’ او د ‘قاضي عطاء الله جان’ د شهادت ورځ پۀ یو ځاے د نمانځلو پۀ شا دا موخه وه چې پۀ 1937 کښې کله د خدائي خدمتګار غورځنګ غړي اسمبلیو ته ورسېدل نو پښتو ئې د پرائمرۍ پۀ کچ د نصاب ژبه وګرځوله. پۀ 2009 کښې چې یو ځل بیا کله د خدائي خدمتګار غورځنګ تسلسل عوامي نېشنل پارټۍ ته ‘مخلوط’ صوبائي حکومت کښې اختیار تر لاسه شو نو نۀ یواځې پښتو بلکې پۀ دې خاوره مېشته نورو ژبو ته ئې هم د قامي حېثیت ورکړو او د دې ژبو د ودې د پاره ئې ‘ریجنل لېنګوېجز اتهارټي’ جوړولو سره ابتدائي تعلیم پۀ دې ژبو کښې کړو. پښتو ژبه ئې دولسم جماعت پورې لازمي وګرځوله.

    د مورنیو ژبو د نړیوالې ورځ پۀ مناسبت اکثر دا مطالبه کېږي چې پښتو دې د نصاب ژبه شي، دا مطالبه تر هغه وخته بې اثره ده تر څو چې دې کښې معنوي بدلون نۀ وي راغلے ـــ د عوامي نېشنل پارټۍ حکومت کښې دا د نصاب ژبه شوې ده خو د ‘یکسان نظام تعلیم’ پۀ فرېب دغه ائیني فېصلې نه سترګې پټې کړې شوې دي. مونږ د باچا خان مرکز لۀ خوا پۀ دې خاوره مېشته د ټولو مورنیو ژبو ویونکو ته پرانستې بلنه او ډاډ ورکوو چې دغه ائیني حق عملي کولو د پاره به هر اقدام کښې باچا خان مرکز د دوي تر څنګ د دوي پۀ ملاتړ ولاړ وي.

    دا مقاله دغه یادې دستورې د پاره لیکلې شوې وه. مونږ ئې دلته د ‘پښتون’ لوستونکو د پاره وړاندې کوو.

    خداے پاک د پښتنو خاوره پۀ هره توګه غني پېدا کړې ده. کۀ وسائل وي کۀ رسائل کۀ شخصيات وي کۀ ادبيات، کۀ شعور وي کۀ کلتور، مزاحمت وي کۀ مبارزت، شاعري وي کۀ فنکاري.

    د مزاحمت او حريت دې غني خاوره کښې د شلمې صدۍ ابتداء د خپلواکۍ او تړون داسې مبارزين پۀ خپله غېږ کښې وزېږول چې پښتونولۍ، قامولۍ، عزيزولۍ نه علاوه بشر دوستي هم پرې وياړ کولے شي.

    انجمن اصلاح الافاغني او وروستو خدائي خدمتګار تحريک د خپل وطن د خپلواکۍ او ازادۍ د پاره را اوچت شوي داسې قامي تحريکونه وو چې پوهه او شعور ئې د خپل مذهب، تاريخ، کلتور او ژبې نه اخستي وو.

    هم دغسې نايابه ملغلره د پېښور پۀ ښېرازه زمکه “ارباب لنډۍ” کښې د قاضي نصرالله خان کره پۀ کال اتلس سوه نوي کښې پېدا شو، نوم ئې قاضي عطاء الله خان ؤ، پۀ کال نولس سوه اتلسم کښې ئې د علي ګړهـ نه د وکالت اعلٰي تعليم حاصل کړو او د عملي ژوند او وکالت د پاره ئې د مردان د مردم خېزې خاورې انتخاب وکړو. ډېر زر د مردان پۀ نامتو وکيلانو کښې وشمېرلے شو.د سياست ابتداء ئې د اتمان زو د رولټ اېکټ خلاف منعقده شوې اپرېل 1919ز جلسې نه وکړه. پۀ دې جلسه کښې د باچاخان تقرير نه دومره متاثره شو چې د ژوند اخري ساه پورې ئې د خپل قام او خپل رهبر ملګرتيا پرې نۀ ښوده.

    کله چې پۀ ټول هند کښې د خلافت تحريک شروع شو نو قاضي صاحب د پښتونخوا د خلافت کمېټۍ غړے جوړکړے شو. د انجمن اصلاح الافاغنه باني ارکانو کښې قاضي عطاء الله صاحب هم شامل ؤ. باچاخان خپل کتاب “زما ژونداو جدوجهد” صفحه 109 کښې داسې ذکر کوي، “مونږ پۀ 1921ز کال کښې د دوستانو پۀ امداد پۀ اتمان زو کښې د ازاد سکول بنياد کېښودو. پۀ دې کار کښې قاضي عطاء الله، ميا احمد شاه، حاجي عبدالغفار، محمد عباس خان، عبدالا اکبرخان اکبر، تاج محمد خان، عبدالله شاه او خادم محمد اکبر زما ملګري وو.” دغه رنګ پۀ انجمن اصلاح الافاغنه باني ممبرانو کښې هم د قاضي عطاء الله نوم پۀ يو دېرش ممبرانو کښې شامل ؤ.

    د انجمن اصلاح الافاغني لۀ اړخه د مردان او صوابۍ ازاد سکولونو مالي خرچ ډېره برخه به قاضي صاحب ورکوله. پۀ ستمبر 1929ز کښې د خدائي خدمتګار تحريک جوړېدو سره قاضي صاحب د اولې درجې قيادت کښې شمېر ؤ.

    ترڅو پورې چې د “خدائي خدمتګار” د نوم تعلق دے نو د دې نوم “د بنسټ ګرۍ” دعويٰ عبدالاکبرخان اکبر هم کړې ده، قرېش ګل صاحب هم دا نوم د قاضي صاحب ګڼلے دے. خو دا دعويٰ تاريخي شهادتونه نۀ لري. دا نوم لکه چې باچاخان خپل کتاب کښې ليکلے دے، هم د باچاخان د خولې نه وتلے ؤ او باچاخان به د ازاد سکول سالانه جلسو کښې دا لفظ استعمالولو. البته د انجمن ممبرانو د زلمو جرګه او وروستو ستمبر1929 کښې باچاخان لۀ دغه نوم د استعمال نه پس د تحريک نومېدو مشوره ضرور ورکړې ده چې باچاخان قبوله کړې وه.

    د کال 1930ز د قيصه خوانۍ خونړۍ پېښې نه پس پۀ ټوله صوبه کښې پۀ زرګونو خدائي خدمتګار ګرفتار شو نو د مردان، صوابۍ خدائي خدمتګارو مقدمې قاضي صاحب چلولې. خپل ذاتي اثر رسوخ ئې هم استعمالولو. د ګاندهي ارون پېکټ لاندې چې خدائي خدمتګار را خلاص شول، ولې بيا پۀ دسمبر 1931ز کښې ګرفتار شول. دا د قاضي اولنۍ ګرفتاري وه. درې کاله جېل ئې د باچاخان سره بنارس هزار باغ کښې تېر کړو.

    پۀ کال 1936 کښې پېرنګي دا اعلان وکړو چې فروري 1937 کښې به د صوبې د اسمبلۍ انتخاب وي. هم دې سره ئې “خدائي خدمتګار تحريک” باندې قدغن ولګولو. باچاخان پۀ هندوستان کښې نظر بند ؤ، قاضي عطاء الله فوراً د “فرنټئير پارلېمنټري بورډ” پۀ نوم مرکزي الېکشن کمېشن کښې نوې پارټي رجسټرډ کړه او دغه رنګ د 1937ز انتخاب خدائي خدمتګارو د “فرنټئير پارلېمنټري بورډ” لۀ اړخه وکړو. درې رکني کمېټۍ پارلېمنټري بورډ هم جوړ شو چې ممبران ئې ډاکټر خان صاحب، قاضي عطاء الله او رام سنګهـ وو. دې بورډ اووۀ دېرش ممبرانو له ټکټونه ورکړل چې يو کم دېرش مسلمانان او اتۀ جنرل سيټونه وو. باقېمانده ديارلس حلقو کښې کانګرس اميدواران وردول.

    پۀ دې انتخاب کښې د فرنټئير پارلېماني بورډ نولس ممبران کامياب شول چې يو پۀ کښې قاضي عطاء الله هم ؤ. دے د حلقه يووېشتم (مسلم باړه مهمند) نه کامياب شو.

    د 1937ز الېکشن کښې پۀ خدائي خدمتګارو باندې “اسلام زنده باد”، “فخر افغان زنده باد” نعرو هم قدغن ؤ او پۀ کامدارخان، کالوخان او مولانا عبدالله شاه باندې هم قدغن ؤ. قاضي صاحب باندې هم د رستم حلقې نه قدغن ؤ.

    ډاکټرخان صاحب چې کله پۀ درېم ستمبر1937ز کښې پۀ صاحبزاده قيوم باندې عدم اعتماد وکړو نو حکومت ئې جوړکړو او قاضي صاحب د تعليم وزير جوړ کړے شو. پۀ دې وزارت کښې تقريباً دوه کاله کار وکړو او د قاضي صاحب وزارت دا کارنامې وکړلې:

    1. د صوبې پۀ تاريخ کښې پۀ اول ځل پښتو تر پينځمه د تعليم ذريعه وګرځولې شوه.
    2. د صوبې ټولو سکولونو لۀ د اېنګلو ورنيوکولر(Anglo Vernacular) درجه ورکړې شوه. مخکښې به د کليوالو علاقو سکولونه (Vernacular) وو او صرف د ښار هغه به (Anglo) وو.
    3. پۀ دغه دوه کاله کښې پنځوس نوي پرائمري سکولونه جوړ کړے شو چې لس پۀ کښې د جينکو وو.
    4. لس نوي مډل سکولونه جوړ کړے شو.
    5. د تعليم سالانه بجټ تر 29 لکهه روپو اوچت کړے شو.
    6. قاضي عطاء الله صاحب د پرائمرۍ لازمي تعليم بل اسمبلۍ کښې وړاندې کړو چې د ګرما ګرم بحث نه پس منظور کړے شو.
    7. څليرېشت د انګرېزۍ نوي استاذان بهرتي کړے شول.
    8. 940 غريبانان زده کوونکو ته وظيفې ورکړل شوې چې پۀ کښې 93 غېر مسلمه وو.
    9. د ازاد سکول اتمانزو زده کوونکو ته 45 وظيفې جاري کړې شوې
    10. د زنانو تعليم لۀ پاره پۀ اولني ځل ځان له فنډ مختص شو.

    هم دې وزارت کښې د پېرنګي سيکرټري تعليم د استعفٰي خبره هم ډېره مشوره شوه، ځکه چې د صاحبزاده قيوم وزارت کښې د خان بهادر سعدالله خان پېرنګي سيکرټري ته ودرېدل او د قاضي صاحب پۀ فائلونو اختلافي نوټونه ليکل پۀ پېرنګي بد ولګېدل.

    د ستمبر 1937ز نه تر ستمبر1939ز پورې د ډاکټر خان صاحب وزارت کښې دا ممبران وزيران وو.

    1. ډاکټر خان صاحب مالياتي، داخله اضافي امور، (2) قاضي عطاء الله د تعليم، (3) لاله بنجو رام ګاندهي د خزانې، محمد عباس خان د صحت.

    پارلېماني سيکرټريان دا وو: (1) اميرمحمد خان هوتي، (2) ارباب عبدالغفور، (3) راے بهادر چمن لال، (4) بېرسټر عبدالغفورخان.

    دې وزارت ستمبر 1939 کښې د مرکزي کانګرس پۀ وېنا استعفٰي ورکړه چې پېرنګي د دوي د تپوس نه بغېردوېم نړيوال جنګ کښې ورټوپ کړل.

    د استعفٰي نه مخکښې د جنګ پۀ قرارداد زړۀ پورې بحث کښې حصه اخستلو پۀ وخت پۀ اووم نومبر1939ز قاضي عطاء الله صاحب دا تقرير اسمبلۍ کښې وکړو:

    “صاحب صدر: ريزولوشن زيربحث پر چهـ گهنټے بحث هوچکى هے. ميرا خيال اس پر کوئى لمبى تقرير يا بحث کرنے کا نهين تها ليکن چونکه محترم سردارا ورنگزيب کى پيش کرده ترميم اس قسم کى هے که اس پر کچهـ نه کچهـ روشنى ډالنى ضرورى سجهتا هون. اس لئے چند فقرے عرض کرنا چاهتا هون. همارى تجويز کو جو گورنمنټ کى طرف سے پيش هے اگر غور سے ديکها جائے تو کسى قسم کے اعتراض کى گنجائش معلوم نه هوگى. اس تجويز کا اول حصه يه هے، “يه اسمبلى افسوس ظاهر کرتى هے که برطانيه اور جرمنى کے درميان جو جنگ هورهى هے. اس مين برطانوى حکومت نے هندوستان کى منظورى کے بغير هندوستان کو شريک کار بنايا هے” يه هے تجويز کا پهلا حصه. يعنى اس جنگ سے متعلق کسى هندو، مسلمان، سکهـ، عيسائى يا فارسى غرضيکه کسى فرقه سے بهى رائے نهين لى گئ. اس لئے اس کے برخلاف احتجاج کياگيا. ليکن سردار اورنگزيب کى ترميم تجويز کے اس حصه کى بهى ترديد کرتى هے. آنريبل ممبر نے اپنى تقرير مين اسلامى ممالک کى طرف بهى اشاره کيا هے. ان کى طرف سے کهاگيا هے که مسلم ليگ کا تعلق فلسطين، عراق، مصر اور ترکى کے ساتهـ هے، مسلم ليگ انکے حقوق کا تحفظ بهى کرے گى. مګر مين پوچهتا هون که جس وقت اسلامى ممالک پر مصيبتين ائين تو موجوده مسلم ليگى ليډرون نے ان کى کيا خدمت کى؟. جو خدمات انهون نے سر انجام دى هين. وه دنيا کواچهى طرح معلوم هين؟

    جناب صدر! ميرى اتنى عرض هے که موجوده مسلم ليگ نے دوسرى اسلامى سلطنتون کى مصيبت کے وقت کيا خدمات سرانجام دى هين، جو خوا مخوا اسلامى مفاد کو بحث مين لاکر غلط فهمى پيدا کر رهے هين، حقيقت مين نه انهون نے اسلامى ممالک کى کوئى خدمت کى هے. نه ان کے لئے ايک پيسه صرف کيا هے او نه کوئى تکليف برداشت کى هے”.

    جناب والا! مسلم ليگ نائټس (Knights)، انعام خوارون، تعلقه دارون، خطاب يافتان اور رجعت پسندون کى جماعت هے. ايسا کهنے سے ميرا مطلب يه هے که مسلم ليگ اپنى بزدلانه اور کمزور رويه کو چهپانے اور غلط فهمى پيدا کرنے کے لئے بيرونى اسلامى ممالک او مسلمانون کے مفاد کو درميان مين لاتى هے. اس سے قوم کى خدمت نهين هوتي، نه هى مسلم ليگ نے قوم اور ملک کيلئے کوئى قربانى دى هے. ان گزارشات سے ميرا مطلب پرانى مسلم ليگ کى طرف نهين تها جو که 1906،1908، 1914 اور 1915 مين تهى. اس وقت کى مسلم ليگ کانگرس کے شانه بشانه کام کرتى تهى اور يکجا اجلاس منعقد کيا کرتى تهى. دونون پارټيان آزادى کيلئے کام کياکرتى تهى ليکن موجوده مسلم ليگ ويسى نهين.

    جناب والا! اس ريزولوشن کا دوسرا حصه يه هے که هندوستان کى رائے عامه کا قطعى لحاظ نه رکهتے هوئے ايسے قوانين پاس کے گئے اور ايسى تدابير اختيار کى گئ هين که جن سے صوبائى حکومتون کے اختيارات اور سرگرميان ګهټ جاتى هين. يه اسمبلى اس کے خلاف صدائے احتجاج بلند کرتى هے”

    درېم ستمبر1939ز نه 24 مۍ 1943ز پورې صوبه کښې مارشل لاء وه. کال 1943ز کښې ګورنر سردار اورنګزېب لۀ منسټري ورکړله (دغه وخت د کانګرس شپږ ممبران جېل کښې وو) پۀ دولسم مارچ 1945ز يو وارې بيا ډاکټر خان صاحب پۀ سردار اورنګزېب عدم اعتماد وکړو (دغه شپږ ممبران را خلاص شو). د سردار اورنګزېب خلاف خپلو ممبرانو هم د کرپشن قيصې جناح صاحب ته لېږلې وې. د عدم اعتماد پۀ موقع سردار اورنګزېب دا الفاظ ووې “کرپشن د حضرت ادم (ع) د وخت نه شروع دے او تر قيامته به وي.” دې وزارت کښې قاضي عطاء الله د رېوينيو(Revenue) منسټر مقرر کړے شو.

    فروري 1946ز انتخاباتو کښې خدائي خدمتګارو قطعي اکثريت وموندلو او دېرش ممبران کامياب شول چې قاضي عطاء الله هم پۀ کښې ؤ. دې ځل قاضي صاحب يو وار بيا (Revenue Industries, Jail) ولګېدو. دې وزارت کښې د قاضي صاحب کارنامې دا وې.

    1. طوره ختمول (دا ټېکس به زميندارو خان لۀ د وادۀ پۀ موقع ورکولو)
    2. لمبرداري ختمول، پښتو (دسرکار ژبه) قرارداد وړاندې کول.
    3. د پېښور پوهنتون بل کښې هم د قاضي صاحب کردار ؤ.

    پۀ 22 اګست دغه وزارت برخاست کړے شو. پۀ جون 1948ز کښې لۀ نورو خدائي خدمتګارو سره قاضي صاحب هم ګرفتار شو. جېل کښې ناروغه شو (د ښاغلي قرېش ګل کتاب کښې ئې د جېل قيصې شته). پۀ 17 فروري 1952ز د لاهور ميو هسپتال کښې پۀ حق ورسېدو.

    حوالې:

    1. ډاکټر سهېل خان “د باچاخان تعليمي نظريه”، 2018
    2. باچاخان “زماژوند اوجدوجهد”، 1981
    3. ډاکټر فخر الاسلام Khyber Pakhtunkhwa A political History (1901-51) (2013)
    4. ډاکټر سيد وقار علي شاه Ethnicity, Islam and Nationalisms, Muslim Politics in N.W.F.P, (1937-47) (1999)
    5. Debater of the N.W.F.P Legislative Assembly,6th– 7th Nor, 1939,Votive Vll, No1-2
    6. قرېش ګل، “قاضي عطاء الله (مرحوم)، ” (2019)
    7. ناياب رضوان، The Role of Education Ministers in Promoting Emanation in Khyber Pakhtunkhwa, (1937-54)

    M-Phil dissertation submitted to Abdul Wali Khan University Mardan, (2019)

    عبدالاکبرخان اکبر” د برصغيرپاک وهند پۀ ازادۍ کښې د پښتنو برخه،” يونيورسټي پبلشرز، (2009)

     

     

  • د ماسټر کریم ډائري – ډاکټر سهېل خان

     

     

    کال نولس سوه شپږ پنځوسم (1956)

    د ارواښاد ماسټر کریم دغه ډائري د ښاغلي عبدالله (ترناب) نه تر لاسه کړې شوې ده. د ډاکټر سهېل خان مننه چې دې ډائرۍ له ئې دا بڼه ورکړه. مونږ ئې د عبدالله او ډاکټر سهېل خان پۀ مننه د ‘پښتون’ لوستونکو ته وړاندې کوو.

    د ماسټر کریم ټول کال دې شپږ نیم مخونو کښې دے. سیاسي هلې ځلې، خپل نجي ژوند، د کور فکر، د قام جنګ، جرګې، جلسې، روزګار، شوخي، سیاسي دورې، د پولیس چاپې، قېد و بند، ملکي او عالمي سیاست باندې نظر ــــ

    د یو کال دا قیصه د یو نۀ ستړې کېدونکي ژوند ستړې قیصه ده ـــ د خدائي خدمتتګار د ژوند قیصه ـــ د رهبرِ تحریک د یار قیصه ـــ د باچاخان د لار قیصه!

    12 فروري: د بخت شاه خان سره بدرګې ته پۀ جي ټي بس کښې.

    14 فروري: د ساده خان پۀ کلي خان لالا له لاړم. هغه د زرو روپیو چېک راکړو. هغه مې جېب کښې ؤ. چې واپس راتلمه نو د شنو غنمو پۀ ښېرازه پټو کښې چې تر اسمانه غوړېدلي وو، ما زبرګه مياشت وليده چې ډېره روغه پرته وه. نن څوېمه ورځ ده چې د ښي سترګې وروځه مې رپي… چې څۀ خداے ته منظوره وي.

    21فروري: شپې له شېخانو ته لاړم. د شېخ محبوب علي خان ځاے مې هم ولېدو. شېخ فضل الرحيم هم.

    22 فروري: ورځ پېښور کښې. شپه زېدالله سره. سپاسنامه تياره شوه او چاپ کولو له ورکړې شوه.

    23فروري: نن باچا خان، خان لالا او ولي دوي راغلل. شپې له مصطفٰي برګري راغلو. زما ډيوټي د مېلمنو سره د سرانجام پۀ بنګله کښې.

    24فروري: نن سحر سيد صاحب (جي ايم)، شېخ عبدالمجيد سندهي صاحب او حېدر بخش جتوئي صاحب دوي راغلل. عنقا صاحب هم راغلو. دوه بجې درنه جلسه پۀ چوک يادګار کښې.

    25فروري: نن سحر رياض هاشمي صاحب راغلو. ډوډۍ ولي سره شاهي باغ کښې. د بابړې پۀ شهيدانو جلسه. چاے او د شپې ډودۍ سور ګل لالا سره پۀ قاضي خېلو کښې.

    26فروري: نن ډوډۍ مانکي کښې پیر صاحب سره. چاے شاهي باغ ښار کښې. شپه سر انجام سره. شپې له زۀ، شېخ صاحب او عنقا صاحب سرهد د جتوئي ‘حميده’ فلم له لاړو.

    27فروري: مردان کښې عظيم الشانه جلسه. د قاضې صاحب پۀ قبر فاتحه. ډوډۍ ګوجر ګړۍ کښې حاجي خطاب سره، چاے مهر دل خان سره. د شپې ډوډۍ ګل اباد کښې يار محمد خان سره.

    28فروري: کوهاټ ته. کوهاټ کښې درنه جلسه. ډوډۍ حاجي پردل خان سره. مازيګر نه پس ډېره خطرناکه ګلۍ، نيمه ګېنټه وورېده. د کافور د غټې ګولې هومره. سبا دولس بجې پورې پرته وه.

    29فروري: بنو ته. لار کښې د بهادر خېلو د مالګې درنګ. ډوډۍ خطا شوه. پوليس لېن سره درنه جلسه. ډېر عظيم الشان جلوس او هرکلے. ډوډۍ او چاے حميدالله خان سره. شپې له عنقا صاحب، انور خان او ملګرو سره سنېما ته. ‘پردېس’ فلم. باچا خان شپه پۀ ميراخيلو کښې. د څوارلسم نه تر اوسه پورے ډېر ښۀ پۀ طبعه. خداے دې وکړي چې باقي ژوند هم دغسې پۀ ارام او خوشحالۍ تېر شي. ریښتيا چې خندا پسې ژړا او ژړا پسې خندا وي.

    1 مارچ: واپس پېښور ته. باچا خان انور خان سره شا هي باغ ته لاړو او مېلمانۀ چپ د عبدالصمد خان نه واپس ګاډي کښې لاهور ته. د خرم کلي سره چې د لتمبر او بهادرخېلو تر منځ دے، ما يوه پېغله خټکه وليده. دنګه غړۍ، الف پوزه، غټې تورې سترګې، لینده وروځې او کاږۀ باڼۀ. سرې د سالو جامې ئې اغوستې، غنم رنګ رنګ. ډکه مسته ځواني. لاس پښې (پۀ نکریزو) سرۀ، د خياله کږه، د ځان او د جهان نه بې پرواه. پۀ مکېزونو تګ.

    2 مارچ: طورخم ته عبدالصمد سره. د فريد الله شاه ډېر مشکور يم. زما يقين نۀ ؤ خو زما ئې ډېر لوے خاطر وکړو. ما نن د ډيورنډ کرښه پۀ خپلو سترګو وليده. د خېبر غرونه د پښتنو د ننګ د تاترې څوکه مې وليده. سکندر ګرم نۀ ؤ کۀ پۀ دې لار ئې سمے نۀ ؤ راغلے. پېرنګيان ملامته نۀ وو کۀ دې ځاے کښې ئې وهل وخوړل. مغل لا دووسان وو چې پښتنو پسې دلته راتلل. هري سنګهـ د خر بچے ؤ چې د دې ځاے ګواښ ئې کوۀ. عبدالصمد واپس شو او زۀ کور ته راغلم.

    3 مارچ: تنګي ته د عبدالمالک جان کتو له. تر اوسه خو ئې پرچې ښې کړې دي؛ شپې له د طماش کاکا د ورارۀ وادۀ له.

    4 مارچ: د ترناب کاکا د ورارۀ وادۀ. ترناو ته جنج سره. محمد کريم او عبدالکريم سره ګپ شپ.

    5 مارچ: سکندر مرزا صدر جمهوريه او فضل حق د بنګال ګورنر.

    7 مارچ: نن خو باران لږ کم ؤ. شاهي باغ ته لاړم او هغه تله او ترک د الياس باچه وو، هغه مو راوړه. باچا خان سره ليدل. د نستې او ترناو د پاره د جلسو پروګرام.

    8 مارچ: ثمين سره پۀ ګړۍ کښې ګپ شپ. طوفان صاحب راغلے ؤ. وئېل ئې د رحمان بابا د مشاعرې بندوست کول پکار دي او د پښتو ادب نمائنده جرګه جوړول پکار دي.

    9 مارچ: بدرګه وښو د پاره. خلقو سره ليدل. روغه يوه مياشت د وښو کار بند. د کارخانې نه يوه مياشت ميعاد. هسې سرګړے ۸ من پۀ درګۍ سټېشن او بروزه ۱۲ من پۀ درګۍ سټېشن ــ ګوره کۀ د دې نه ارزان پرېوځي ــــ عبدالاکبر، بهرام او د مردان مېلمانۀ هم راسره وو.

    10 مارچ: بدرګې ته بېرته واپسي. د عبدالستار خان پۀ رځړو کښې لاس نيوه. د جلیل د دوو زامنو سنتونه. د شېرپاو عبدالحئ خان سره د وښو باره کښې خبرې اترې.

    11 مارچ: پېښور ته. اورنګ او د اورنګ مور مې ولیدل. د دارو درملو غور. کالج ته. د رحمان بابا د مشاعرې او د ادبي جرګې خبرې اترې ــــ د کوثر (غوریاخېل)، خليق صاحب، طوفان صاحب، سنجري صاحب سره. صديق هم ؤ. شپه پېښور کښې. ‘الف لېله’ فلم مې هم وليدو.

    12 مارچ: کالج ته عبدالاکبر دوي سره. ډوډۍ کالج کښې. مولانا (عبدالقادر) صاحب سره درې پاوه وخت خبرې اترې. بيا پښتو اکېډمۍ ته راتلل.ښې خبرې وشوې. ګورو چې څۀ کېږي. دوه بجې ترناو ته د جلسې د پاره. واپس کلي ته شپې له. باران ټوله شپه وورېد.

    14 مارچ: د غني کلي ته. د رحمان بابا مشاعره. پۀ 21 مارچ 1956 د رحمان بابا پۀ قبر ـــ اول نشست: صدر خان عبدالغني خان، دوېم نشست صدر عبد القادر مولانا. غني سره فېصله وشوه. بيا بهادر کلي کښې اکرم خان سره ليدل، دې باره کښې اجمل (خټک) او فارغ بخاري سره ملاقات. د کتو شیشه مې پۀ پینځۀ روپۍ واخسته.

    15 مارچ: ټوله ورځ باران. د اورنګ د مور او ناهید انجکشنونه شروع

    16 مارچ: د مور د حج د پاره درخواست مې نن سره د دوو سو روپیو ډرافټ د حبيب بېنک پۀ ذريعه د حج بکنګ افس کراچۍ پۀ نوم ولېږو.

    18 مارچ: شاهي باغ ته ولي له. خو ولي نۀ ؤ. شپې له زرین اباد ته. سپینے هم ؤ. سحر ورځ مو سپیني سره تېره کړه.

    21 مارچ: د رحمان بابا مشاعره ډېره زوروره. ما پرې مقاله واوروله. بېګا بیا باران شو. شپه ښار کښې. ‘ګونج’ فلم مو وکتو.

    22 مارچ: کلي ته او تنګي ته. د جاني امتحان شروع شو. پرچه ئې سخته وه. شپې له کلي ته.

    23 مارچ: د پاکستان د جمهوريت اعلان وشو. پۀ اول ځل د ليګيانو د جلسې ننداره.

    د مارچ د مياشت ياداشت:

    دې مياشت کښې باران ډېر تنګ کړو. تماکو خراب تراب. بټۍ دغسې پاتې. دغه يوه د کال د خرڅ د پاره د امدن لاره وه. خداے خبر چې څۀ به کېږي.

    9 اپرېل: پۀ باران او خټو کښې حافظ جي قلعه ته.

    11 اپرېل: شېخ عبدالله ته حېدراباد ته هغه د سرې خامتا پندانه لاړه.

    12 اپرېل: نن پۀ مردان او تحصيل چارسده کښې روژه وه. زما شپه پۀ ښار کښې وه ولې چې کلي ته راورسېدم نو کلي سره مې کلي والي وکړه او دوه نېمې بجې نه پس زۀ هم روژه شوم. شپې له سپوږمۍ حال ووې چې نن حقه حلاله روژه وه.

    د اپرېل د مياشت ياداشت:

    تماکو څۀ باران تباه کړل او پاتې څۀ لږ ډېر چې وو هغه پیشکو خلاص کړل. بټۍ پاتې شوې. رښتيا چې ګټه پۀ تاوان کېږي. کۀ ما سره پېسې وې او تماکو مې خرڅ کړي وو نو ولې به رانه پیشکو خوړل. هسې هم د لويو لويه برخه وي. د ولي تماکو هېڅ بلا نۀ دي وهلي. پروس کال منډې ترړې زما پۀ نصيب وې. سږ کال چې تيار کال ؤ، زۀ ترې دوه لاس او دوه پښې راووتلم.خو د ولي خبره زۀ نیستي يم، چې چا ته نزدې شم هغه خراب کړم. ښه ده چې زۀ نۀ يم چې ولي پۀ بوټي شي.

    2 مۍ: د شېخ خط د حېدر اباد نه. هغۀ ته پندانه او تار رسېدلي دی. اکبر سره ئې ملاقات هم کړے دے. اکبر ښۀ دے.

    4 مۍ: سپیني سره پېښور ته. نن بیا ډېره اعليٰ ورځ ده. اورنګ له فري سکالرشپ منظوري. پۀ دې ذریعه به هغۀ له وظیفه وشي. شاید چې زما هم د ممتحنۍ څۀ کار وشي. د سحر نه تر ماښام چې مې څومره کارونو ته لاس اچولے دے، هغه شوي دي.

    5 مۍ: زرین اباد ته. سپین، عبدالاکبر او تاج محمد سره ښۀ سور کړے ګپ. شپه زرین اباد کښې.

    6 مۍ: نن کوثر صاحب، زېدالله، طوفان صاحب او صدیق سره شاهي باغ ته باچاخان له.

    18 مۍ: پۀ دوره کوهاټ ته. اتۀ نېمې بجې سحر کوهاټ کښې. حاجي پردل خان سره ارام، پس د ماسپخين نه هنګو او ټل ته. شپه ټل کښې.

    19 مۍ: د ټل نه کوهاټ. د کوهاټ نه لتمبر. د لتمبر نه کرک ته. کرک کښې د ټهټي نصرتي لارۍ نۀ وې. پياده ټهټي ته او شپه زرکي کښې. ورځ ګرمه ولې شپه ډېره ښکلې يخه وه.

    20 مۍ: د زرکې نه بوګارے ته. څلور بجې واپس ټهټي ته. ټهټه کښې ورکرز ميټنګ. شپه واپس زرکي کښې.

    21 مۍ: زرکي نه وختي سحر ټهټي ته. د ټهټي نه بنو ته. د حميدالله خان پۀ ځاے کښې ورکرز ميټنګ. شپه رحم زاد خان سره بنو کښې.

    22 مۍ: سحر لکي ته. لکي کښې د شپې ورکرز ميټنګ د امان الله خان پۀ ځاے کښې. شپه امان الله خان سره.

    23 مۍ: د لکي نه پيزو ته. د پيزو نه ګل امام ته. ګل امام کښې مولانا صاحب سره ډوډۍ. خبرې اترې. ظفر خان سره خبرې اترې. ګل امام نه ټانک ته. غلام محمد تتوړ سره خبرې. شپه ټانک کښې د ډاکټر (ډاکټر شاه جي یا ډاکټر حسن خان وزیري) سره.

    24 مۍ: د ټانک نه پيزو ته. پيزو کښې سردار سره خبره. بيا نېغ ټل ته. هنګو کښې باچا خان سره یو ځاے شوم. موټر کښې ورسره ټل ته لاړم. د شپې جلسه. کوثر او طوفان سره ملاقات. شپه ټل کښې.

    25 مۍ: د ټل نه نېغ د ولي موټر کښې باچا خان سره کرک ته. کرک کښې ورکرز ميټنګ او شپې له بنو ته. مکمل ارام.

    26 مۍ: جان محمد سره حجامت، لامبل او چاے. ورکرز ميټنګ. غرمه امير مختار هېډ ماسټر سره پۀ ميراخېل کښې. ماسپښين لکي ته. رحم زاد خان دوي هم راسره وو. شپه لکي کښې. ورکرز ميټنګ شپې له.

    28 مۍ: نن مو مېښه واخسته. شل د پاسه پۀ څلور سوه روپۍ. دا مېښه پۀ شپاړسمه مۍ لنګه شوې ده. روپۍ ورکړې شوې. مېښه پۀ اول ځل لنګه ده. یعني جوټه ده.

    16 جون: نن شپه باچا خان ونيوے شو. زما د کور تالاشي هم وشوه. د پوليس د يو زردار سړي د خولې نه معلومه شوه چې یو خارجي سړے باچاخان له د ملاقات د پاره راتلو. لعنت الله علي الکٰذبين. زما د کور پۀ تالاشۍ کښې ئې ‘پښتونستان’ يوړو. زما شپه پۀ زرين اباد کښې وه.

    17 جون: زۀ سحر د زرين اباد نه چارسدې ته راغلم. خبر شوم چې باچا خان ئې هري پور جېل ته بوتلے دے. زۀ سره د ملګرو سردرياب ته ميټنګ ته لاړم. بېرته د يار محمد خان سره کلي ته. بيا زرين اباد ته. غرمه زرين اباد کښې. بيا هم پۀ هغه ورځ ولي باغ ته. شپې له کلي ته.

    18 جون: نن نوره پاڼه لاړه. زۀ پۀ خپله تللے وم. غرمه واپس شوم. غني، دوست محمد، تحسين الله او پير محمد دوي سره ګپ شپ. د پېښور د جلسې تياري. خو چې د غرمې د خوب نه پاڅېدم، چاے مې لا څښکلې نۀ وه چې ډي اېس پي چارسده، اېس اېچ او چارسده، بل تاڼېدار او دوه تاڼېداران د پېښو ر نه سره د یو جيپ او لارۍ راغلل. زۀ ئې پۀ 124 الف او 123 کښې ونيولم او پېښور ته ئې راوستم. کلي کښې ډېر خلق پۀ پوټي ساعت کښې راجمع شو.

    19 جون: نن “بي” کلاس راغے. ډي سي سره بيا پېشي د اوومې مياشتې دوېم تارېخ مقرر شو. زۀ بي کلاس چکو ته راغلم.

    20 جون:

    ملاقاتونه ازاد شو. هره ورځ ملاقات.

    21 جون: نن راته قېديانو عجيبه خبره وکړه. وئیل ئې هغه ورځ د جيلونو د جرنېل مېښه ناجوړه شوې وه. د شپې دولس بجې بارک لرې شو. یو ګوجر بهر ته بوتللے شو. دارو درمل وشو. مېښه بچ شوه او قېدي ګوجر بېرته راغے. سره د دې چې د ګنټۍ نه پس بارک هېڅ چا ته نۀ لر کېږي.

    22 جون: نن مې د سحر پۀ بانګ کښې بله ټپه واورېده. اسپتال ته لاړم. د ډيټالو تپوس مې وکړو. وئیل ئې اسپتال کښې يو بوتل ؤ، هغه د جېلونو جرنېل صاحب يوړو.

    23 جون: زما ټول ملګري باقاعده وار پۀ وار ملا قات له راځي. څوک مېوه راوړي، څوک سبزي. نور هم د حاجت څيزونه برابر رارسي

    25 جون: نن د مېز بادبکے راورسېدو. طوفان صاحب هم مهرباني وکړه. ډېره ګرمي وه. بهر ماشي هم وو. بې د بادبکي نه نۀ کېده. ورور مې اتۀ روپۍ داخلې کړې د بجلۍ د پاره چې پۀ دې بادبکي به لګي. یو د چت بادبکے راته سرکاري لګېدلے دے.

    26 جون: مور مې او نسيمه د ملاقات د پاره راغلل. وئیل ئې د مېښې کټے مړ شو.

    28 جون: نن اعظم خان ئې راوستو.

    2 جولائي: نن مې درېمه پېشي ډي سي سره وشوه. ډېر زيات خلق پېشۍ له راغلي وو. ولي جان هم. سپين، عبدالاکبر او اکرم خان دو راغلي وو. نور هم پۀ سوونو خلق راغلي وو. زما ئې ډېر عزت وکړو.

    زما وکيل قيوم شاه صاحب د هغۀ پوسټر چې د کوم پۀ وجه زما ګرفتاري شوې وه، انګرېزۍ ترجمه وغوښته. وکيلان نور هم ډېر راغلي وو. افضل بنګښ، جلال الدين، عبدالله جان، سپين صاحب. تاريخ بدل شو. د اوومې مياشتې نهم تاريخ مقرر شو.

    6 جولائي: نن د اعظم خان ضمانت وشو. طماش کاکا، الياس باچا صاحب او نور ملګري ملاقات له راغلي وو.

    9 جولائي: نن مې څلورمه پېشي د ډي سي سره وشوه. نن بيا ډېر لوے خلق راغلي وو. د کوهاټ، بنو او مردان ضلعو نه هم ډېر خلق راغلي وو. اکرم خان د شېخانو، صفدر خان حاجي صاحب، سعد ګل لالا، عبدالمجيد باچا او محمد زمان باچا صاحب راغلي وو. ولي، رحم زاد خان، مير داد خان، عبدالاکبر خان، حاجي صاحب، اکرم خان او نور ډېر ملګري ملاقات له راغلي وو.

    16 جولائي: نن ګرمي وه. کوثر، طوفان، صديق، زېد الله، اورنګ، غفور خان دوي ټول ملاقات له راغلي وو. د بلوچستان فضل احمد غازي هم ملاقات له راغلے ؤ. ښۀ ګپ شپ وشو. اورنګ له مې د څپلو د پاره شل روپۍ ورکړې.

    17 جولائي: بېګا د شپې څۀ کافر باران وشو. هسې سېلابونه ئې وبهيول. نن هم ټوله ورځ باران وشو.

    19 جولائي: نن لوے اختر ؤ. دا اختر مو بيا پۀ جېل کښې راغے.

    20 جولائي: د امريکې د يوې خبر رسانې ایجنسۍ اے پي اے خبر چې امريکه او انګرېزان د مصر د اسوان بند (ډېم) د منصوبې پۀ امداد ورکولو پښېمانه شول او صاف منکر شول. وړاندې دوي وئېلي وو چې مونږ او ورلډ بېنک به 400 مليونه ډالره مصر ته ورکوي. د اسوان بند د نيل سيند د پاسه جوړېدونکے دے. دې کښې به نهه سوه مليونه ډالره مصر خپل لګوي. دا به درې ميله اوږد او 365 فټه اوچت وي. دا به ديارلس لکه اېکړه مزکه خړوبوي او اووۀ لکهه اېکړو له به زياتي اوبۀ ورکوي او پۀ لويه پېمانه بجلي به ترې هم جوړېږي.

    23 جولائي: نن پینځمه پېشي وشوه. ډېر خلق راغلي وو. تاريخ بدل.

    28 جولائي: مصر د سويز پۀ کېنال قبضه وکړه. نوې کمپني ئې سازه کړه. پېرنګيانو او فرانسسيانو سمه لته وخوړه.ګوره چې څۀ کېږي ځکه چې دواړه ډېر غصه دي. هغه امريکن ماما هم غصه دے.

    4 اګست: نن ولي جان ډېرې ورځې پس ملاقات له راغے. څلور ګېنټې ملاقات مو سره وکړو.

    6 اګست: نن پېشي وشوله. دا شپږمه پېشي وه. مقدمه روانه شوه. څلور ګواهان سرکاري پي پي، ايريا افیسر صدر پشاور، پراونشل رپورټر جېلاني او منظور عام پرېس مالک پېش شو. جېلاني به بيا راځي. بله پېشي پۀ شلم شوه. بيا ډېر خلق راغلي وو. ازاد خان بابا د هزارې نه راغلے ؤ.

    7 اګست: ازاد خان بابا راسره ملاقات وکړو.

    16 اګست: نن راله رېډيو راکړے شو پۀ دې شرط چې د رهایۍ پۀ وخت به یو رېډيو سېټ جېل اېډ سوسائټۍ ته پرېږدم. رېډيو مې چکۍ ته راوړو.

    19 اګست: نن ډېر قېديان زما چکۍ ته راغلي وو. د اتوار ورځ وه. چهټي وه. محرم هم تېر شوے ؤ. رېډيو واله ښۀ مجلس وکړو. قېديان ډېر خوشحاله شو. زۀ هم خوشحاله وم چې زما پۀ وجه یو څو بې وسه پښتانۀ خوشحاله شو.

    20 اګست: نن بيا پېشي وشوه. ډپټې کمشنر نۀ ؤ. تاريخ بدل شو. بيا د اګست پۀ اوويشتم پېشي ده. عبدالمالک راغلے ؤ. وې جان د کور نه 520 روپۍ وړې دي او خط ئې پرېښے دے. کراچۍ نه لاهور ته تلے دے. وئیل ئې سېل ته مې زړۀ شوے ؤ او ګهړۍ مې هم اخسته نو د پلار د بکس نه مې روپۍ واخستې او لاړم.

    27 اګست: نن زما اتمه پېشي وشوه. نن امير محمد لالا او مهردل خان هم پېشۍ له راغلي وو. ملک صاحب اشرف خان نن پولټیکل اېجنټ وغوښتو او پرې ئې ښودو. ډېر ښۀ کار وشو.

    د اګست د مياشتې ياداشت:

    اګست ډېر ګرم تېر شو. بارانونه هم ډېر وشو. ګرمي هم زياته وه. زما د ګوتو مرض اګست کښې لږ زور وکړو.

    3 ستمبر: د باچا خان مقدمه روانه شوه. محمود علي قصوري، ارباب سکندر او ابو طالب د باچا خان وکيلان دي. قاضي اسلم، غضنفر وغېره د سرکاري وکيلانو پۀ حېث ولاړ دي.

    4 ستمبر: نن بيا د باچا خان تاريخ ؤ.

    5 ستمبر: نن بيا د باچا خان تاريخ ؤ. د عبدالصمد کاکا هم پېشي وه.

    6 ستمبر: نن بيا د باچا خان تاريخ ؤ. د عبدالصمد کاکا هم پېشي وه.

    7 ستمبر: نن بيا د باچا خان تاريخ ؤ. ملک اشرف ملاقات له راغے. باچا خان خپل بيان ورکړو. د عبدالصمد خان کاکا هم پېشي وه.

    8 ستمبر: د باچا خان مکمل بيان مې پۀ پاکستان ټائمز کښې ولوستو. نن خان کاکا عبدالصمد خان بيان ورکړو.

    8 ستمبر: نن زما نهمه پېشي وه. یو ګواه تېر شو او بل تاريخ د دوه ويشتم مقرر شو. نن د باچا خان تاريخ دے، د عبدالصمد خان هم.

    17 ستمبر: نن درې نېمې بجې خان ثمين جان د زړۀ د ودرېدو پۀ وجه پۀ حق ورسېدو. حق مغفرت کرے عجب ازاد مرد تها.

    18 ستمبر: نن مې مور او نسیم، ناهید او دارا ملاقات له راغلي وو. ښۀ ګپ مو ولګوۀ.

    19 ستمبر: (انګرېزي متن لیکلې شوے او لاندې ئې ورته دغه یوه جمله مفهوم لیکلے، مونږ پۀ مفهوم راخستو اکتفاء کوو).

    نن به مريخ ستورے مونږ ته 221،500،000 ميله زيات نزدې وي.

    پاکستان ټائمز ليکلي دي چې د عبدالصمد خان کاکا پۀ مقدمه کښې زۀ هم اتم اکتوبر له د صفایۍ د ګواه پۀ حېث غوښتلے شوے يم. ګورو چې څۀ کېږي.

    20 ستمبر: نن د مغربي پاکستان د اسمبلۍ دپاره پۀ ووټونو کښې قيوم پاس شو او کريم خان فېل شو. عبدالاکبر خان (خان ماما) ملاقات له راغلے ؤ. وئیل ئې چې ” مينه” رساله وباسم.

    22 ستمبر: بل تاريخ نن بيا وشو. دا لسمه پېشي وه. سره د دې چې باران ښۀ پۀ شېبو باران ؤ، بيا هم ګڼ خلق راغلي وو. يوسف علي خان هم نن راغلے ؤ. حاجي صاحب، اکرم خان، عبدالغفور خان، عبد الاکبر او ګلاب هم ملاقات له راغلي وو. نن د لاهور د هائيکورټ نه سمن راغلے ؤ. د عبدالصمد خان پۀ مقدمه کښې د صفایۍ ګواه يم. اتم تاريخ پۀ هائيکورټ کښې د حاضرۍ دے.

    29 ستمبر: لاهور ته زما تګ پاتې شو. د خان کاکا نوے وکيل د صفایۍ نوي ګواهان وړاندې کړل. زما نوم پکښې نۀ ؤ. خبر راغے چې دے مۀ رالېږئ.

    3 اکتوبر: نن اورنګ سوات کالج (جهانزېب کالج) کښې داخلې د پاره لاړو. ولي هم نن ملاقات له راغلے ؤ. امير نواب او طوفان صاحب دوي هم راغلي وو. طوفان صاحب راله د حجامت د سامان سِټ راوړو.

    5 اکتوبر: نن يوولسمه پېشي وه. غونډ سرکاري ګواهان يعني د استغاثې ګواهان ختم شو. قاضي محبت حسېن نن بيا را غوښتے شوے دے اتلسم له. نن بيا ګڼ خلق راغلي وو. اتلسم له دولسمه پېشي وټاکلې شوه ـــ نن د غفور او اورنګ خطونه راغلي وو چې نن به داخله وشي ـــ عدالت کښې د ليډر د خولې خبر شوم چې سالار صاحب امين جان باندې د مرګ دعويٰ شوې ده. نن پۀ ټول صوبه سرحد کښې د باچا خان د صحت د پاره دعاګانې وغوښتې شوې او احتجاجي جلسې، غونډې او جرګې وشوې.

    06 اکتوبر: نن ئې سالار امين جان صاحب پۀ 302 کښې جېل ته راوستو. د ليډر خبره رښتيا شوه. ما بېګا ډېر عجيبه خوب لېدلے دے. پۀ مېره مې ډېرې ابادې زمکې چې ښۀ ښۀ فصلونه پکښې ولاړ دي، وليدل. خپل پټي کښې مې د جوارو پۀ پټي کښې د هندوانیو بوټي لکه د باغ وليدل چې ښې غټې غټې هندوانې پکښې دي. ځان له جوار مې وليدل چې کۀ واړۀ وو نوهم غټ غټ وګي ئې نيولي وو. بيا مې هم پۀ دغه زمکه د هندوانیو باغ وليدو. غټې غټې هندوانې پۀ کښې شوې وې. ما ترې نه هندوانه وشوکوله. چې ما ته مې کړه نو تکه سره وه.

    08 اکتوبر: د لاهور پۀ هائي کورټ کښې د خان عبدالصمد خان پۀ مقدمه کښې د صفایۍ ګواه؛ ما پسې خبر شوے ؤ، ولې خان کاکا نور نومونه غوره کړل او زما نوم ئې ترې نه پرېښودو نو زۀ لاړ نۀ شوم.

    10 اکتوبر: نن زمونږ د جېل د والي بال ټيم د ګورنمنټ سکول نمبر 3 د والي بال ټيم سره مېچ وشو. مونږ وګټله. د سکول ټیم له مو چاے هم ورکړه.

    15 اکتوبر: نادر او احسان الله ملاقات له راغلل. زېدالله او طوفان صاحب او غفور هم د سوات نه راغے. سبا د دوو کسانو پهانسي ده.

    18 اکتوبر: نن دولسمه پېشي وشوه. تاڼېدار د جرحې د پاره پېش شو. هغۀ بیخي انکار وکړو چې ما هډو د کريم پۀ مقدمه کښې تفتيش کړے نۀ دے. دېرشم بل تاريخ مقرر شو. پۀ دې ورځ به بحث کېږي.

    21 اکتوبر: پۀ لاهور کښې فېروز خان نون ووئېل.

    For him, “”Pakistan Islamism was more important than ‘Pan Islamism’ and the welfare of the Pakistani Muslims had prepare to any other matter.”

    Pakistan Times, Dated: 21-10-1957

    27 اکتوبر: نن مې د پېښور جېل دننه د کوز حوالات د برج نه د فرنټئیر شريک ټيم د پوليس ټيم سره د هاکۍ مېچ وکتو.

    28 اکتوبر: نن مې د کوز حوالات د برج نه د پاکستان د اولمپک هاکي ټيم کوم چې به اسټرېليا ته ځي، د فرنټئیر کمبائنډ ټيم سره پۀ لوبه وليدو. زما خو خوښ نۀ شو. څۀ ښۀ ټيم نۀ دے. دوه ګوله اولمپک ټيم وکړل او يو ګول فرنټئیر کمبائنډ وکړو.

    30 اکتوبر: نن ديارلسمه پېشي د بحث د پاره وه خو بحث ونۀ شو. شپږم نومبر ته بله پېشي کېښودې شوه. نن شاکرالله، حاجي خطاب، غازي امان، حاجي سعيد، ولي، دوست محمد، امان الله، ايوب، خانزاده او نور ګڼ ملګري راغلي وو. ولي ووئېل ‘د باچاخان ګواهانو پۀ لسټ کښې مې نوم راغلے دے، لاهور ته به ځم.

    نن يهود د مصر پۀ علاقه اوړېدلے. دوي د سویز نه شل ميله کښې پۀ مورچه کښې پراتۀ دي.

    6 نومبر: نن څوارلسمه پېشي وشوه. بحث وشو. زما پۀ بيان ښۀ بحث وشو. خو فېصله دا وشوه چې زما وکيل به ليکلے جواب ورکوي. ګڼ خلق راغلي وو. بله پېشي به پۀ دولسم وي.

    9 نومبر: نن بيا د لاهور هائي کورټ نه اطلاع راغلې ده چې زۀ به د باچا خان د صفایۍ د شهادت د پاره پۀ دوه ويشتم د دې مياشت سحر نهه نیمې بجې لاهور ته ځان رسوم. جېل والو د نولسم تاريخ د پاره د پوليس انتظام کړے دے. زۀ به ډسترکټ جېل لاهور ته ځم.

    12 نومبر: نن پنځلسمه پېشي وه. د وړاندیني ډپټي کمشنر پۀ ځاے فريد الله شاه باچا راغلے ؤ. مقدمه چلول ما غوره نۀ کړل نو د مثل د کتو د پاره تاريخ بدل شو. هسې هم زما پۀ دوه ويشتم پۀ لاهور هائي کورټ کښې پېشي ده، پۀ نولسم به ځم. د دولسمې درېم تاريخ مقرر شو. ګڼ خلق راغلي وو.

    18 نومبر: نن مير غلام قادر خان صاحب جام لسبېله سره د سعيد خان جرنېل جېلخانه جات جېل ته راغے. ما سره پنځلس منټه کښېناستو. هغه دغه خبرې وشوې. ما ورته د هريپور د جېل نه د ټي بي مريضان او پۀ جېلونو کښې د قېديانو پۀ مشقت کښې د مزدورۍ يعني د ګټې حصه دا تجويزونه وړاندې کړل؛ ښه خو ئې راته وکړل نور به کتے شي. وئيل ئې باچا خان ښۀ روغ دے.

    19 نومبر: نن د اتو بجو سحر پۀ ګاډي کښې لاهور ته د دوه ويشتم د پېشۍ د پاره روان شوم. اتۀ بجې د شپې لاهور ته ورسېدم. لاره ډېره پۀ ارام تېره شوه. سټېشن کښې د پوليس لارۍ ولاړه وه، جېل ته ئې بوتلم. لاره کښې پۀ برېګنزا کښې لږ ایسار شوم. ولي سره خبرې اترې وشوې. سي اٰئي ډي والو نه خبر شوم چې باچا خان ناروغه دے او هسپتال کښې دے.

    20 نومبر: بېګا نهه بجې د شپې بورسټل (کوټ لکپت) جېل ته ورسېدم. داروغه راته ناست ؤ. د هستپال خوا کښې د قصوري چکۍ پۀ احاطه کښې ئې راله ځاے جوړ کړے ؤ. يوه چکۍ کښې غسل خانه، بله د سامان، بله کښې زما کټ، مېز، کرسۍ وغېره وو. خدمتي هم راسره ؤ او ګپ شپ له نور خلق هم راغلل. بېډ منټن ئې هم راته لګولے ؤ. ډېر ښۀ وخت به مې تېرېدو. اېم او او ډاکټر به راله تلل راتلل. د خوراک څښاک غور به ئې هم زما ښۀ کوۀ. ډېر ښۀ جېل دے. بېنډ باجا، د لوبو بندوبست، د ليک لوست، د وړلو انتظام ټول ډېر ښۀ ؤ. صفائي هم ډېره ښه وه. فضل امجد وغېره داروغه ګان ئې ښۀ وو. لوے داروغه کټر پنجابے کلنکار ؤ.

    21 نومبر: د باچا خان د ملاقات د پاره جرنېل جېلخانه جات ته چیټۍ. ورځ ښه تېره شوه. طوفان صاحب، غازي، مير دل خان، سرانجام او بيا مازيګر سالار امين الله خان ملاقات له راغلے ؤ.

    22 نومبر: نن د پوليس جيپ راغے. زۀ پکښې ښۀ لکه د خان پۀ شان کښېناستم او ميو هسپتال ته د باچاخان ملاقات له لاړم. ورځ مې ورسره تېره کړه. بيا ماښام بېرته راغلم. باچاخان راله سنګترې راکړې. باچا خان اوس لږ ښۀ دے خو بې وټه جوړ نۀ دے.

    23 نومبر: نن ورځ ښه تېره شوه. څۀ خاص خبره تېره نشته. جام صاحب لسبېله بورسټل جېل ته راغلے ؤ. ما له هم راغے. ګپ مو ولګوۀ.

    24 نومبر: وخت ښۀ تېر شو. بورسټل جېل د هلکانو جېل دے. دلته مې هندوان، سیکهان هلکان وليدل، بې پاسپورټه پاکستان ته راتلل نو ونېوے شول. ما ورته ووې چې د خرۀ زامنو! دلته زمونږ ځاے نشته چې مسلمانان يو نو ستاسو به څۀ ځاے وشي؟ دا دے د ملک د خدمت پۀ تور جېل کښې ناست يو. تاسو خو زمونږ د ملک دښمنان يئ. یوې خبرې پۀ ما ډېر خراب اثر وکړو او هغه دا چې دلته د قندهار یو هندوکے چې هندوستان ته بې پرمټه تللو نو ونېوے شو. هغه بې د پښتو فارسۍ نه پۀ بل څه نۀ پوهېدو. د پوسټل جېل هلکان چې پنجابيان دي، ده سره ئې ډېر ضد کوۀ او ټکوۀ به ئې ځکه چې دۀ پښتو وئيله؛ ولې هغه نورو هندوانو سیکهانو هلکانو سره به ئې ښۀ پۀ مينه محبت ګپ شپ لګوۀ ځکه چې پنجابيان هندوان سیکهان وو. رښتيا چې د ژبې پۀ لاس د قامونو وېش شوے دے، د مذهب پۀ لاس نۀ.

    26 نومبر: نن مې د بورسټل جېل اېم او سره ګپ ولګوۀ. ډېر ښۀ سړے دے. ما ډېر انکار وکړو خو زما د پاره ئې د هسپتال نه پۍ اګۍ وغېره ولګول. ورځ ښه پۀ ګپ شپ تېره شوه.

    27 نومبر: نن نهه نیمې بجې هائي کورټ ته لاړم. د تللو پۀ وخت کښې جېل والو ووئېل چې تۀ به د عبدالصمد خان سره پۀ يوه لاره نۀ ځې ځکه چې مونږ ته داسې حکم دے. ما وئيل چې هائي کورټ کښې به مونږ یو ځاے ناست يو. وئيل ئې مونږه د هغه ځاے ذمه وار نۀ يو. هائي کورټ کښې باچاخان او عبدالصمد خان دواړو سره یو ځاے ناست او ډېر ښۀ ملاقات سره وشو. امير محمد، ولي، عبدالستار صاحب، طوفان صاحب، مهردل خان نور ډېر ملګري فضل خان د چارسدې ټولو سره ملاقاتونه. واپس درې بجې بورسټل ته. جج حکم وکړو چې ما پېښور ته واپس ولېږي او پۀ دولسم مې هائي کورټ کښې بيا پېش کړي. د بورسټل داروغه مازيګر ټول جېل کښې وګرځولم.

    28 نومبر: نن مې د جېل د ورکوټي ډاکټر سره ډېر ګپ ولګوۀ. بيا بنګالے هم راغے. وخت ښۀ تېر شو. يوه بجه سړے راغے، وئيل ئې پېښور ته د تلو تياري وکړه. اخر دا چې څلور بجې لارۍ راغله او زۀ ډسټرکټ پوليس لائنز ته راغلم. د انټر کلاس ټکټ تيار شو او زۀ اتۀ بجې ګاډي کښې کښېناستم او پېښور ته روان شوم.

    29 نومبر: نن سحر وختي پاو باندې اووۀ بجې لاهور نه پېښور ته راورسېدم. لاهور دومره يخ نۀ ؤ. پېښور ډېر زيات يخ دے. ملګري ټول ډېر زيات خوشحاله شو.

    30 نومبر: اکرم خان دوي ملاقات له راغلي وو. حاجي صاحب هم ورسره ؤ.

    سوال دا دے چې مونږ څۀ غواړو؟ پۀ دې حقله زمونږه نيت صفا او روغ دے. مونږ خپل ژوند د جمهوريت يعني اولسي حکومت د پاره وقف کړے دے. پۀ دې غرض مونږ د پېرنګي خلاف یو شاندار جنګ کړے دے. پۀ دې غرض مونږ د کانګرېس ملګرتيا کړې ده. نو پۀ دې وجه مونږ د هغه وخت ليګ او جميعت علماء د ځان نه شړلي وو او کانګرس پۀ ملګرتيا نيولي وو او ځکه پۀ دې ملګرتيا مونږ قطعاً ستومانه نۀ يو. نن هم مونږ د حکومت نه دغه مطالبه کوو چې پۀ دې ملک کښې به اختيار د اولس وي د پولس به نۀ وي. مونږ فېصله کړې ده چې دا ملک به جمهوري وي. عدالت به هغه څۀ کوي څۀ چې د اولس خوښه ده. دا نۀ چې څۀ د مرزا، دولتانه، ډاکټر ګورماني خوښه ده. دا تشه دعويٰ نۀ ده، مونږ پۀ دې خپل ځان او خپل بچي خوار کړي دي. اوس هم پۀ دغه ځاے ټينګ ولاړ يو او هر ازموده ازمولي يو.

    ځکه چې دا وطن د ګورماني، مرزا،سهروردي او ډاکټر نۀ دے. محترمه! د انصاف پۀ کرسۍ ناسته ښاغليه! دغه زما ارادې دي او د دغه ارادو د پاره ما خپل ژوند پنځویشت کاله وروستو پرېښودے دے او کۀ دا جرم وي نو دا جرم باچاخان نۀ، ما کړے دے او زۀ به ئې (بیا هم) کومه.

    1 دسمبر: د داود خان او سهروردي مشترکه اعلان د پښتونستان.

    2 دسمبر: [د ډائرۍ د پاڼې پۀ سر پۀ ګو ټ کښې ليکل شوي دي]

    ‘Peaceful coexistence

    لنا اعمالنا و لکم اعمالکم’

    نۀ پوهېږم چې هغه به کومه ورځ وي چې د اقتدار پۀ نشه مست او د وزارت پۀ نيلي سوارۀ به دا خبر ه ومني چې نور خلق هم پۀ دې وطن کښې داسې شته چې هغوي هم هغه هومره پۀ دې ملک خفه کېږي او هغوي باندې د دې پاکې زمکې لېونۍ خاوره هم دغه رنګې ګرانه ده څومره چې پۀ دوي ده او دوي به پۀ دې غرض د ستنې د سوم هومره داغ هم نۀ وي زغملے او د نورو خلقو د وطن پۀ ننګ سینې غلبېل غلبېل شوي او ماتې پښتۍ ګرځي.

    يو اېن او د انساني حقوقو چغې ولې وهي؟

    3 دسمبر: نن شپاړسمه پېشي وشوه. بس تاريخ بدل شو او بل تاريخ شلم کېښودے شو، ځکه چې زۀ به پۀ دولسم د لاهور پۀ هائي کورټ کښې بيا د باچاخان پۀ مقدمه کښې عدالت ته ځم. اجمل خټک او اعظم خان دوي راغلي وو. وروستو بيا سپين او عبدالخالق دوي راغلل. ګپ شپ مو ښۀ ولګوۀ.

    4 دسمبر: نن کوثر او صديق دوي ملاقات له راغلل. زېد الله هم ورسره ؤ. ولي وړۍ ورکړې وه دوه پونډه. نورې ډېرې خبرې وشوې.

    5 دسمبر: غفور له مظفر هغه د جینکو د کوټونو کپړه چې ما نه لاهور کښې پاتې شوې وه، هغه ئې ورکړې وه او مظفر ورله پۀ خپلې نوې جوړه جرابې هم ورکړې، ډېرې اعليٰ جرابې دي.

    6 دسمبر: نن پۀ ډيلي کښې ډاکټر امبېډکر پۀ حق ورسېدو.بختور ؤ، د جمعې شپه ورله خداے ورکړه. نن د ډهېري جولاګرام مکرم خان ملاقات له راغلے ؤ.

    د ګولې غورځولو نخښه (رېکارډ) د امريکي يو زلمي کېښوده چې دنيا کښې ورته لا تر اوسه څوک نۀ دے رسېدلے.

    7 دسمبر: نن راته سپرنټډنټ ووې چې باچاخان پۀ هائي کورټ کښې خپل ډيفنس پرېښودو نو هائي کورټ تا دولسمې پېشۍ له اوس نۀ غواړي. هغه ډي سي ته چیټۍ رالېږلې ده او ډي سي ما ته چیټۍ ليکلې ده نو تۀ به پاتې یې.

    12 دسمبر: د باچا خان د مقدمې پۀ باره کښې د ګواهۍ د پاره د لاهور پۀ هائي کورټ کښې پېشي.

    اوس کس کا پیام لائی ہے؟

    ان فضاؤںمیں کون روتا ہے؟

    14 دسمبر: نن شېدا او عزيز راغلي وو.

    19 دسمبر: نن جاپان د قومونو د جرګې غړے وټاکلے شو.

    نن د باچا خان پېشي وه. قيوم پکښې بيان ورکړو. هم هغه وړومبي غول ئې ؤخوړل. دروغ بکواس چې باچا خان فقير ایپي له تللو او بابړه کښې سرخپوشو وړومبۍ ډزې کړې وې.

    20 دسمبر: نن اوولسمه پېشي وشوه. ټوله ورځ انتظار انتظار. اخر دوه بجې ټیلېفون راغے چې تاريخ بدل شو. چو اېن لائي بله ورځ راځي، د هغۀ انتظام او بندوبست کښې ناوزګاره يم نو اووم تاريخ د نوي کال شو. ملګرو سره ګپ شپ. نن مې پۀ دې اووۀ اتۀ میاشتو کښې پۀ اول ځل بهر ډوډۍ وخوړه. ډوډۍ څۀ؟ چاے کباب!!!

    29 دسمبر: نن راباندې بله مقدمه جوړه کړې شوه. هغه د پښتونستان کتاب چې پولس پۀ تالاشۍ کښې وړے ؤ، نن ئې نتيجه راوړه. 167 سېکشن کسټډي کښې به پۀ څلورم تاريخ د اسسټنټ کمشنر پۀ عدالت کښې پۀ پېښور جېل کلب کښې پېشي وي.

    30 دسمبر: ‘شکور ګلونه’ کۀ ‘ځولۍ ګلونه’؟

    شکور ډوډۍ مو اورېدلې ده ولې شکور ګلونه مو نۀ وو اورېدلي.

    زما د کتاب نوم ‘ځولۍ ګلونه’ ـــــ

    کہیں نظر نہ لگے ان کے دست و بازو کو

    یہ لوگ کیوں میرے زخم جگر کو دیکھتے ہیں

    غالب

    غلام محمد خان لوند خوړ سره د ملګرو پېنډۍ جېل ته چالان.

    ياداشت ماه دسمبر:

    اب ان سے تشنگی کا کوئی کیا گلہ کرے؟

    انگڑائی لے کے کہتے ہیں ہم جام بن گئے

    مخمور جالندھری

    اپنی حیات بھی کہاں اپنی حیات ہے

    ایسے جئے کہ زیست پہ الزام بن گئے

    ہمیں دیر و کعبہ سے کیا واسطہ

    جبیں کو تیرا آستان مل گیا

    نپٹ لیں گے تجھ سے بھی صیاد ہم

    چمن میں اگر آشیاں مل گیا

    نکالنا تیرا میکدے سے ہمیں

    یہ کم بخت زاہد کہاں مل گیا؟

    طوفِ کعبہ کیجئے سیرِ کلیسا کیجئے!!!

    یہ تذبذب چھوڑئیے، کیوں کیجئے؟ کیا کیجئے؟

    سورہے ہیں چین سے وہ خواب گاہ ِناز میں

    احتیاط اے نالۂ شب گیر! ہونی چاہیے

     

  • د بابړې د خونړۍ پېښې تاریخي پس منظر – ډاکټر سهېل خان

     

    د ډاکټر سهېل خان دا څېړنیز زیار پروسکال د ‘باچاخان ټرست ریسرچ سنټر’ لۀ خوا د کتابګوټي پۀ بڼه خپور شوے ؤ.

    د خپلو لوستونکو پۀ غوښتنه دا لیکنه مونږ یو ځل بیا د ‘پښتون’ پۀ پاڼو دلته وړاندې کوو.

    د بابړې د خونړۍ پېښې تاریخي پس منظر

    د بابړې د خونړۍ پېښې د پاره د هغه وخت د ریاستي دروغژنو الزامونو حقیقت

    د دې مقالې دوه برخې دي:

    وړومبۍ برخه کښې د بابړې د واقعې تاریخي پس منظر باندې رڼا اچولې شوې ده او دوېمه برخه کښې ددې “کربلائے ثاني” د سترګو ليدلي حالات بیان کړے شوي دي.

    • وړومبۍ برخه:

    د بابړې د واقعې اصلي پس منظر څۀ ؤ؟

    يو منتخب حکومت ختمول او غېر جمهوري طريقه باندې د يو جلاد حکومت جوړول د بابړې د واقعې اولنې کړۍ ده.

    پۀ انګلستان کښې د لېبر پارټۍ د نوي جوړ شوي حکومت وزیراعظم اېټلي (Clement Attlee) د ټولو نه وړومبے د هندوستان د مسئلې حل کولو اعلان کړے ؤ. د دوېم نړیوال جنګ نه پس انګلستان د خپلو سامراجي مفاداتو د تحفظ کولو نه پس د هندوستان د پرېښودلو فېصله کړې وه او هندوستان کښې انتخابات کول د دغه فېصلې پۀ نتیجه کښې وو.

    [Broadcast of C. Attlee, London, 19 September 1945]

    هم د دې برطانوي فېصلې پۀ نتیجه کښې پۀ فروري 1946ز کښې د صوبه سرحد )اوس خېبر پښتونخوا( د صوبائي اسمبلۍ انتخابات وشول ]د دې انتخاباتو د پاره ووټونه د شپږویشتمې جنورۍ او څوارلسمې فرورۍ ترمنځه اچولے شوي وو [او پنځوسو (50) کښې دېرش (30) سیټونه خدائي خدمتګارانو وګټل. د ډاکټر خان صاحب وزرات جوړ شو. څۀ اصلاحات وشول او څۀ شروع وو چې دا دومره عوامي خدمت ونۀ زغملے شو او سازشونه شروع شول.

    د پاکستان د جوړېدو نه پس بايد چې دا منتخب عوامي حکومت جاري وے، ولې پۀ ډاکټرخان صاحب دا تور ولګولے شو چې د پاکستان د بېرغ اوچتولو دستوره کښې هغۀ د شرکت نه انکار کړے دے او پۀ دې وجه د دۀ حکومت برخاست کولے شي.

    Minhaj ul Islam, NWFP Administration under Abdul Qayum Khan: 1947-53,

    A Ph.D Dessertation, University of Peshawar, Pg. 50

    سوال دا پېدا کېږي چې پۀ ډاکټر خان صاحب او د هغۀ پۀ کابینه لګولے شوے دغه الزام صرف یو الزام ؤ او کۀ حقیقت؟ مونږ وړومبے پۀ دې خبره کوو.

    د بېرغ اوچتولو دستوره پۀ پنځلسم اګست 1947ز راغوښتې شوې وه، راځئ لږ دې نه مخکښې ځو.

    پۀ اووم اګست قيوم خان جناح صاحب ته لېږلے شوي خط کښې د ډاکټر خان صاحب د حکومت ختمولو غوښتنه کوي چې دغه لړ کښې جناح صاحب وائسراے ماونټ بېټن (Mountbatten) ته خط ليکي. ګورنر لوکهارټ (Lockhart) وائسراے ته خط ليکي او د ډاکټر خان صاحب د حکومت ختمولو مخالفت کوي. زۀ تاسو ته د دې خط لږه حصه بيانوم.

    ‘د مسلم ليګ خواهش دے چې د ډاکټرخان صاحب وزارت دې د پنځلسم اګست نه مخکښې برخاست کړے شي؛ ما او ما سره نورو اهلکارو د مشورې نه پس دا فېصله وکړه چې د پاکستان حکومت د دې د پاره ضروري وګڼي چې دا به څۀ رنګ کوو. زما فېصله د دې خلاف ده. دا به د پاکستان د پاره دلخراش وي.’

    National Archives, S.No 634, 11 August 1947, Pg. 161, Special Branch

    ريټائرډ جسټس ميا برهان الدين ليکي:

    ‘زۀ او قيوم دوه ځله ګورنر سره ملاو شوي وو چې د ډاکټر خان صاحب وزارت دې ختم کړے شي.’

    NWFP Under Abdul Qayum Khan Administration: 1947-53, Pg. 50

    ددې جواب کښې ماونټ بېټن وائي چې مسلم ليګ له زۀ د مشاورتي حېث (Advisory Statuse) ورکولو ته تيار يم خو د ډاکټر خان صاحب وزارت ختمول نۀ صرف غېر جمهوري دي بلکې غېر ائيني هم دي.

    Erland Jansson, India, Pakistan or Pakhtunistan?

    Uuniversity of Uppsala, Sweden, 1981, Pg. 228

    پۀ لسم اګست 1947ز ماونټ بېټن لياقت علي خان ته خط ليکي چې ما ته سېکرټري اٰف سټېټ حکم کړے دے چې د ډاکټر خان صاحب وزارت دې ختم نۀ کړے شي، ځکه چې دا غېرجمهوري اقدام دے او غېر اٰئيني هم دے.

    National Archives, S.No. 10(S), File No. 46 – GG/47, Islamabad

    لياقت علي خان جناح صاحب ته پۀ يوولسم اګست 1947ز خط ليکي. زۀ د دې خط ترجمه دلته نقل کوم:

    ‘زما خوږ قائد اعظم!

    زۀ تاسو ته دې خط سره د وائسراے خط درلېږم کوم چې هغۀ ما ته راليږلے دے او هغۀ ته د ګورنر نه راغلے دے. تۀ به سبا جارج کننګهم سره ملاوېږې. تۀ هغۀ سره پۀ دې معامله پۀ تفصيل سره وغږېږه. زۀ محسوسوم چې وائسراے مونږ لاندې کول غواړي او دوي د کانګرس لاسو کښې لوبېږي.”

    ستا مخلص

    لياقت علي خان”

    National Archives, Islamabad, S.No 10(S), File No. 46, GG-47

    ددې خطونو نه دا پته ولګېده چې مسلم ليګ د خان صاحب د وزرات ختمولو تابيا د مخکښې نه کړې وه او د بېرغ نۀ پورته کېدو تور صرف يو تور ؤ چې د ډاکټر خان صاحب د وزارت ختمولو د پاره استعمالېدو ـــ او عجيبه خبره داده چې دا هر څۀ د پاکستان جوړېدو نه مخکښې شروع شوي وو.

    د اګست د میاشتې نه وړاندې ګورنر کننګهم غوښتل چې د فرنټئیر کانګرس او مسلم ليګ دا ډېډلاک ختم کړي او دوي باچاخان د جناح صاحب سره د خبرو کولو د پاره پۀ ملاقات کولو هم رضا کړو خو جناح صاحب خبرې لا څۀ چې د سره د ملاوېدو نه سکوټ انکار وکړو.

    Dr. Sayed Waqar Ali Shah, Ethnicity, Islam and Nationalism,

    Oxford University Press, Karachi, 1999, Pg. 228

    سید وقار علي شاه کاکاخېل د خپل دغه کتاب یوه حاشیه کښې د جناح صاحب د انکار وجه د باچاخان دا وړاندې کړې شوې درې مطالبې ښائي:

    1. مکمل صوبائي خودمختاري.
    2. د صوبې اختیار د پښتنو هغه علاقو ته خورول کومې چې پۀ مختلفو وختونو کښې د دې صوبې نه شوکولې شوې دي ]پۀ دې کښې بلوچستان سره جبراً تړلې شوې پښتنې سیمې او موجوده فاټا ته اشاره ده[.
    3. څۀ رنګ چې یو رياست د کامن وېلتهـ نه د وتلو اختيار لري، دا اختيار دې د ریاست پۀ باره کښې صوبې له هم ورکړے شي.

    Mievelle to Jinnah, 20 July 1947

    [Enthnicity, Islam and Nationalism, Pg. 240-41]

    د ډاکټر خان صاحب د جمهوري حکومت پۀ غېر جمهوري او غېر ائیني طریقه د ماتولو پۀ سلسله کښې تحقیق کوونکي تاریخ پوهان دا خبره ډېر تسلسل او توارد سره کوي چې د جناح صاحب او لياقت علي خان غوږونه قيوم خان ډک کړي وو او ورته ئې وئيلي وو چې ډاکټر خان پۀ پنځلسم اګست د پښتونستان اعلان کوي؛ او بله دا چې خدائي خدمتګار به د سِول نافرمانۍ تحريک چلوي [Erland, Pakistan, India or Pakhtunistan, Pg. 228] خو کله چې مونږ د دې خطونو او د قیوم خان، لیاقت علي خان او جناح صاحب تر منځه د خبرو اترو رېکارډ ګورو نو دا خبره واضحه کېږي چې اصل کښې مسلم لیګ د جناح صاحب نه واخله د یو وړوکي عهدېدار پورې هم د پښتنو د تحفظاتو نه یو اړخ ته د دې خاورې د مکمل لیګي اختیار مطالبه کوله. د ایسټ انډیا کمپنۍ پۀ نوم راغلي او پۀ ډېره بدرنګه پالیسۍ د ټول هندوستان او بیا د پښتنو د وطن برخه نیوونکي انګرېز سامراج هم پۀ تلو تلو کښې پۀ خپله لمن د ډاکټر خان صاحب د حکومت د ماتولو غېر جمهوري او غېر ائیني داغ پۀ ځان نۀ برداشت کولو.

    باچاخان د اشنغر دوره کښې ټولو خدائي خدمتګارو ته ووې چې دې افواګانو باندې يقين ونۀ ساتئ او کۀ څوک پنځلسم اګست نمانځي نو چې تاسو پکښې هېڅ مداخلت ونه کړئ.

    D.G. Tendulkar, Abdul Ghaffar Khan: Faith is Battle, Popular Prakashan, Bombay, 1967, Pg. 450

    ګورنر کننګهم وائسرائے ته پۀ 14 اګست بيا خط ليکي او ورته وائي چې:

    ‘ډاکټر خان صاحب لوظ کړے دے چې هغه او د هغۀ نور وزيران به د بېرغ پورته کولو غونډه کښې شرکت کوي او د کانګرس بېرغ به را کوزوي. چې تر څو هغه CM دے، د پاکستان د ائين خلاف به هېڅ کار نۀ کېږي. کۀ مرکزي اسمبلي داسې قانون جوړوي چې دے ورسره د مرستې کولو جوګه نۀ وي نو پۀ خپله به استعفٰي ورکوي. کۀ چرې جناح صاحب د هغۀ وزرات ختموي نو هغه به دا فېصله منظوره کړي او کۀ چرې د هغۀ پۀ ځاے د مسلم ليګ وزرات د جوړېدو اعلان کېږي نو دا به تکليف ده وي.’

    National Archives, S.No. 10(S), File No. 46-GG/47, 31

    کننګهم وړاندې ليکي

    ‘ډاکټر خان ته دې د راتلونکو انتخاباتو پورې د کار کولو اجازت ورکړے شي.’

    ]د نېشنل ارکائیوز اسلام اباد هم دغه پورتنۍ حواله[

    پنځلسم اګست راغے او پۀ غونډه کښې ډاکټرخان او د هغۀ ملګري د مسلم ليګ ګارډز د شرکت نه منع کړل او د استعفٰي مطالبه ئې وکړه کومې نه چې ډاکټر خان انکار وکړو. اخر پۀ 22 اګست، د هندوستان د وېش نه شپږ ورځې پس د ډاکټر خان صاحب وزرات برخاست کړے شو.

    Ethnicity, Islam and Nationalism, Pg. 230

    پۀ غېر جمهوري، غېر ائیني، غېر قانوني او غېر اخلاقي طریقه د دې منتخب حکومت ماتولو سره د جناح صاحب او مسلم لیګ د ‘پاکستان مکمل د مسلم لیګ اختیار کښې’ ارزو سر ته ورسېده.

    دې نه پس مرکز سره درې لارې وې چې دې کښې ئې یوه خپله کړې وے:

    1. ګورنر راج ئې قائم کړے وے،
    2. د نګران حکومت جوړولو سره ئې د نوو انتخاباتو اعلان کړے ؤ
    3. د In House بدلون د پاره ئې داسې وزارت جوړ کړے وے چې د منتخبې اسمبلۍ اعتماد ورته حاصل وے.

    عبدالولي خان، باچاخان او خدائي خدمتګاري، دوېم جلد، مخ 126-124

    خو ددې درېو واړو پۀ ځاے دلته قيوم خان رواستے شو چا ته چې نۀ د اسمبلۍ اعتماد حاصل ؤ او نۀ د خپل ګوند مسلم ليګ. ځکه چې ارباب عبدالغفور او غلام محمدخان لوند خوړ د مسلم ليګ MLA جناح صاحب ته خط ليکلے ؤ چې قيوم خان دې هيڅ کله هم اختيار مند نۀ شي.

    NWFP Administration under Abdul Qayum: 1947-53, Pg.64-68

    د دې هر څۀ باوجود د ګورنر جنرل جناح صاحب او وزیر اعظم لیاقت علي خان پۀ ډاډ او ملاتړ قيوم خان پۀ 23 اګست د صوبې د نوي وزیر اعليٰ پۀ حېث سوګند پورته کړو. 23 اګست 1947ز د بابړې د خونړۍ واقعې یو بنياد ؤ.

    د کانګرس د دوو ممبرانو عباس خان او ميا جعفر شاه د وزارت قبلولو نه پس هم اسمبلۍ کښې د کانګرس اکثريت ؤ. دې اکثریت ختمولو د پاره اووۀ خدائي خدمتګار ممبران ګرفتار کړے شول. د مسلم لیګ د خپلو غړو لۀ خوا جناح صاحب ته پۀ شپاړسم دسمبر 1947ز خط د اسمبلۍ ماتولو د پاره خط لیکلے شوے ؤ چې دا پۀ قیوم خان د خپلې پارټۍ د عدم اعتماد ثبوت هم دے او دا هم ښائي چې د لیګیانو د جدا ملک مطالبه هم ځان له یوه باچاهي جوړول وو.

    National Archives, Islamabad, File No. 51-F-196/GG47, GoP

    پۀ يو نوي ملک کښې د امريت، هارس ټرېډنګ، زور جبر، ظلم زياتي ابتداء وشوه. ثبوت ئې دا دے چې د خپل شمېر پوره کولو د پاره پۀ 23 اګست 1947ز د جوړې شوې اسمبلۍ اجلاس پۀ پنځلسم مارچ 1948ز کېږي ـــ اووۀ میاشتې پس. خدائي خدمتګار ممبران وهلے کېږي، ټکولے کېږي، دباوونه پرې کېږي، مقدمې پرې جوړېږي، بې عزتۍ ئې کېږي، جائېدادونه ئې لېلامېږي.

    دې نه پس د باچاخان او جناح صاحب د قانون سازې اسمبلۍ پۀ موقع ملاقات کېږي. جناح صاحب باچاخان ته وائي چې ستا د صوبې مسلم ليګيان صوبه نۀ شي چلولې او تۀ مسلم ليګ کښې شامل شه. باچاخان ورته وائي چې زۀ به خپلو ملګرو سره صلاح مشوره کوم او تاسو له دعوت درکوم چې “مرکز عاليه سردرياب” ته راشئ، زۀ به خپل ملګري راغونډ کړم.

    جهانزېب نیاز، زما د ژوند قیصه، څۀ لیدلي څۀ اورېدلي،لاهور، ملت پرنټرز، جنوري 2005ز، مخ 140-135

    جناح صاحب دعوت قبول کړي. دلته قيوم خان وائي چې کۀ داسې کار وشي نو زمونږ خېر نشته ـــ دا څۀ کېږي؟ دوي ټولو مشورې وکړې. دا افواه خوره کړې شوه چې کۀ جناح صاحب مرکزِ عالیه ته لاړو نو خدائي خدمتګاران ئې وژني.

    جناح صاحب نۀ خو د انګرېز خلاف د ازادۍ جنګ د پاره د خدائي خدمتګارانو د عدم تشدد د واقعاتي تاریخ څۀ احساس وکړو، نۀ ئې د قیوم خان خلاف د هغۀ د خپل مسلم لیګ خطونو ته توجه ورکړه او نۀ ئې د دومره ظلم زیاتي باوجود پۀ قانون سازه اسمبلۍ کښې د باچاخان لۀ خوا مسئلې پۀ خبرو اترو د هوارولو د جذبې قدر وکړو ـــ پېښور ته چې راغلو نو باچاخان ئې ګورنر هاوس ته وغوښتو او ورته ئې ووې چې تا خپل یو اخباري بیان کښې پاکستان ته د شګو ډېرے وئیلے دے؟ باچاخان د دغه اخباري بیان نه انکار وکړو. جناح صاحب باچاخان نه د یو تردیدي بیان غوښتنه وکړه. باچاخان ورته ووئیل چې ستا د حکومت يو اخبار هم زما بيان چاپ کړے نۀ دے، زۀ ترديد څنګه وکړم؟ ستا پۀ مخکښې ئې ترديد کوم کنه!!!

    دې نه پس جناح صاحب ووئيل چې تۀ ما ځکه سردریاب ته غواړې چې هلته ما بوځې او مړ مې کړې؟

    باچاخان ورته ووئیل چې نېک بخته! ستا پۀ وژلو به ما ته څۀ ملاو شي؟ ما خو خپل ملګري تيار کړي دي چې د پېښور نه سردرياب پورې ستا استقبال وکړي. بهر حال، جناح صاحب سردریاب ته راتللو نه انکار وکړو.

    ډاکټر جهانزېب نیاز، زما د ژوند قيصه، مخ 140-135

    جناح صاحب خپل ذهن ته تاله وهلې راغلے ؤ. هغۀ صرف مرکزِ عالیه ته راتګ نه انکار ونۀ کړو بلکې د خدائي خدمتګارانو او مسلم لیګ منځ کښې د څۀ تفاهم پېدا کېدلو یوه اهمه موقع ئې هم لۀ لاسه ورکړه.

    پۀ مۍ 1948ز کښې د مرکزي قانون سازې اسمبلۍ د اجلاس نه پس باچاخان واپس راغے او د پېښور او مردان دوره ئې شروع کړه. حکومت دا دورې زغملې نۀ شوې. باچاخان د خدائي خدمتګارانو ملګرو نجو کاکا او سالار منیر خان سره د کوهاټ د دورې پۀ موقع پۀ پنځلسم جون 1948ز د بهادر خېل کلي سره ګرفتار کړے شو. دې سره ئې خان عبدالولي خان او زر (1000) نور مهم خدائي خدمتګاران هم ګرفتار کړل.

    Ahmad Salim, Pakistan and Jinnah: The Hidden face, Lahore, Brothers Publishers, 1993, Pg. 27-28

    دا د اسلام پۀ نوم جوړ کړے شوي ملک کښې د باچاخان وړومبۍ ګرفتاري وه. باچاخان لکه د پېرنګي د تېرو وختونو پۀ شان د ضمانت نه انکار وکړو او د صوبائي سېفټي ارډيننس لاندې درې کاله قېد کړے شو. د خدائي خدمتګارو د صوبائي جرګې غونډه وشوه او څلور قراردادونه پکښې وړاندې کړے شول:

    1. چونکې پۀ باچاخان دا تور لګولے شوے ؤ چې فقير ايپي له ئې رقم وړلو، نو د دې رقم تفصيل دې بيان کړے شي او د دې رسيد دې شائع کړے شي
    2. پۀ باچاخان دې يو ازاد عدالت کښې مقدمه وچلولې شي او کۀ دا ثابته شوه چې هغه د پاکستان خلاف هلوځلو کښې لګيا دے نو خدائي خدمتګار به ټول د هغۀ نه بېل شي.
    3. مسلم ليګ دې قوم سره وعده کړې وه چې دلته به اسلامي قانون راوستے شي، نو دا جرګه مطالبه کوي چې دلته دې اسلامي قوانين نافذ کړے شي.

    ]یاده دې وي چې د پاکستان جوړولو کښې د مدد پۀ بدل کښې جناح صاحب او مسلم لیګ ټولو مذهبي خلقو او ملیانو سره دا وعده کړې وه چې د ملک پۀ جوړولو به دلته د اسلامي شریعت نفاذ کېږي؛ پۀ دغه تناظر کښې د مسلم لیګ اصلیت ښکاره کولو د پاره د اسلامي شریعت وړومبۍ مطالبه خدائي خدمتګارانو پۀ دې قرارداد کښې وړاندې کړې وه[.

    1. پۀ يو ازاد ملک کښې دې اوس نوي انتخاب وکړے شي.

    جرګې دا فېصله هم وکړه چې د روژې نه پس به چارسده کښې د فصيح الدين باچا د حجرې نه د غازي ګل بابا جومات پورې يو جلوس ويستلے کېږي چې دا به پُر امنه احتجاج وي.

    محمد شفیع صابر، تاریخ صوبه سرحد، پشاور، یونیورسټي بک اېجنسي،1986ء، ص 36-10

    دوېمه برخه:

    دا د دولسم اګست 1948ز ورځ وه. خدائي خدمتګار د زرګونو پۀ تعداد کښې د فصيح الدين ميا حجرې ته راجمع شول.

    ډاکټر جهانزيب نياز پۀ خپل ژوند لیک ‘زما د ژوند قیصه’ کښې لیکي،

    ‘د 12 اګست د شپې پۀ زرګونو خدائي خدمتګار د پېښور، نوښار صوابۍ اشنغر او د صوبې د ګوټ ګوټ نه راوچلېدل. اګر چې حکومت اکثرې لارې بندې کړې وې، ټرېفک ئې بند کړے ؤ خو د دې باوجود پۀ زرګونو سر فروشان چارسدې ته راورسېدل. سحر وختي چې خلقو وليدل نو د غازي ګل بابا پۀ جومات کښې پۀ چت مشين ګنونه لګېدلي وو او د فرنټئير فورس ځوانان پۀ ډېر لوے شمېر کښې د جومات د احاطې د پاسه او چاپېره ولاړ وو او پۀ ټوپکو اومشينونو ئې ګوتې ايښې وې. د چارسدې ناکه بندي شوې وه؛ نۀ دننه نه څوک بهر ته تلے شو او نۀ بهر نه دننه راتلے شو. جلوس بابړه کښې د فصيح باچا پۀ ځاے کښې تيار شو او فېصله ئې وکړه چې مونږ به د جلسې د پاره مقرر شوي ځاے ته خامخا ځو. دغه وخت سالار امين جان چې د ټولې صوبې سالار ؤ، د جلوس پۀ سر کښې روان ؤ. جلوس د خلقو د ډېروالي لۀ کبله پۀ څلورو پینځو لارو د غازي ګل بابا جومات ته روان شول. خو چې جلوسونه د کلي نه راووتل او د جلسې ځاے ته ور نزدې شول نو د فائر حکم وشو او ظالمانو داسې فائر وکړو لکه د مړزو ئې د سرو جامو ځوانان وغورځول. جنډه چې د چا پۀ لاس کښې وه، هغۀ ته به ئې سپين ملنګ وې. هغه خو پۀ اول ډز شهيد شو خو جنډه ئې پرېوتو ته نۀ پرېښوده. بې شمېره ځوانان پرې شهيدان شول.

    عجيبه نظاره وه!

    يو خوا ته توپې مشينونه

    دا پاکستان واړه فوجونه

    بل خواته قام خالي لاسونه

    مقابلې ته مې کتل حېرانېدمه

    مرګيه مۀ راځه درځمه’

    جهانزېب نیاز، زما د ژوند قیصه، مخ 140-135

    هغوي وړاندې لیکي:

    ‘زنانو قران مجيدونه پۀ سر کړي وو، جلوس سره سمې روانې وې، ډېرې شهيدانې شوې، ډېرې زخمي شوې، زمونږ د سبق ملګرے چې حميدالله نوم ئې ؤ او د زرين اباد د نصرالله خان زوے ؤ، هغه هم پکښې شهيد شو او کوېدن کړې جينۍ ترې پاتې شوه. زما مور او زما ننګيالۍ خور تاجو د مېدان پۀ منځ کښې ولاړې وې، مړي ئې را غونډول، لوپټې به ئې شلولې او زخميانو له به ئې زخمونه پرې تړل.

    ډېر مړي حکومت د چارسدې پۀ سيند کښې لاهو کړل او ورثاو له ئې ورنۀ کړل. ماښام تيارۀ قيصه ختمه شوه او د فرنټئير فورس او پوليس سپاهيان د خلقو پۀ کورونو ور ننوتل. ډېرې ستردارې ئې بې ستره کړې، د کور کالي کنډولي، کټونه ئې مات کړل، نارينه ئې بربنډ کړل، خټې به يې پرې وتپلې او بيا به ئې کور ته پۀ زور وردننه کړل. د شمر او د يزید ظلم د خلقو نه هېر شو او څۀ ورځې پس ئې د ګولیو خرڅ لس زره روپۍ جرمانه خلقو نه وصول کړه. د مړي د کور نه پنځوس (50) روپۍ او زخمي نه سل (100) روپۍ، ځکه چې قيوم خان وې چې دې زخميانو باندې عبث ګولۍ خرابې شوې دي.’

    ]یادګیرنه: د اقیصه جهانزېب نیاز ته سالار امین جان پۀ پېښور جېل کښې هم پۀ دولسم اګست وئیلې وه، کله چې هغه ګرفتار شو او پېښور جېل ته بوتلے شو.[

    يو بل سترګو ليدلے حال د عبدالاکبر خان اکبر د ژوند لیک نه بيانوم:

    ‘دا واقعه داسې وه چې خدائي خدمتګارو د امين جان سالار پۀ سرکردګۍ کښې د باچاخان د قېد او نورو خدائي خدمتګارو د ګرفتاریو او د هغوي سره د سختیو پۀ سلسله کښې د بابړې د فصيح باچا د حجرې نه تر د مقبرې د لوے جامع مسجد پورې د يو پُر امن خاموش جلوس اعلان کړے ؤ. حکومت دفعه 144 لګولې وه. مونږ قطار کښې را روان شو. د بعضې مشرانو پۀ سر قران شريفونه هم وو چې پۀ هغې کښې د ترنګزو حاجي سرفراز خان هم ؤ. دې جلوس کښې زنانه هم وې. چې د جلوس اوله جته يعني ټولے د مقبرې دې ځاے ته راورسېدو چې اوس پکښې “مسجدِ شهيدان” دے، نو د چارسدې اسسټنټ کمشنر (چې پۀ دغه ورځو کښې مشهور ؤ، ډېر رشوتي، نالائقه، خوشامدګر د ډېره اسماعيل خان اوسېدونکے ؤ) پوليس له د فائر حکم ورکړو. دلته د مقامي پوليس نه علاوه د ښار د سپېشل فورس سره مشين ګنونه هم راغوښتے شوي وو. بيا څۀ وو لکه د نېنو يوه پړقا وه. ولې افرين شه پۀ دې ښځو نرو چې بې شمېره خلق به پۀ ګولیو لګېدل او دوي پۀ مخکښې تلل. يو قيامت ؤ، چې زۀ ور ورسېدم نو د زرين اباد د نصرالله خان يو ښکلے د اتلسو کالو زلمے زوے ولګېد، زما نه څو قدمه مخکښې را پرېوتو. ما د هغۀ سر پۀ جولۍ کښې کېښودو، د وينو شوړ پوړ د اخیري سلګیو ؤ. زۀ بيا پۀ ځان پوهه نۀ شوم. پۀ پړانګ چارسده او بابړه کښې يو وير ؤ، ماتم ؤ ـــ ولې افرين شه د بعضې زنانو پۀ حوصلې، چې د چا خاوندان او زامن شهيدان شوي وو، هغوي به پۀ ژړا کښې ستائينې کولې چې خلقه مبارکي راکړئ چې زامن مو د خپل قام مذهب پۀ خدمت کښې د خداے پاک د ديدار مستحق وګرځېدل، زمونږ د ټولو سترګې خداے پاک اولس ته اوچتې کړې. د دې واقعې نه پس هم ډېر خلق ګرفتار کړے شول. د کورونو بې عزتۍ وشوې. قيوم خان د 23 اپريل 1930ز د واقعې نه زيات د هغې پۀ شان خونرېزه واقعه وکړه. پۀ دواړو کښې دا مماثلث دے چې خپل رعب پۀ بې کسه رعايا قائم کړي. فرق دومره دے چې هغلته ګورا پوځ ګولۍ چلولې او دلته د اسلام پۀ نوم جوړ شوي رياست پۀ خپل رعايا ګولۍ ورولې. پۀ قصه خوانۍ کښې څۀ لږ تشدد شوے ؤ، ولې پۀ بابړه د هېڅ قسمه تشدد يا فساد وېره نۀ وه.’

    عبدالاکبر خان اکبر، د برصغیر پاک و هند پۀ ازادۍ کښې د پښتنو برخه، پېښور، یونیورسټي بک اېجنسي، اګست 2009ز، مخ 206

    مخکښې يو ډېر دردناک تفصيل بيانوي او وائي:

    ‘د قيوم خان کاردارانو د علماء او نورو سپين ږيرو ږيرې پۀ موټو ويستلې وې. ډېر ځوانان ئې د خپلو خور مور پۀ مخکښې بربنډ کړي شرمولي وو.’

    عبدالاکبر خان اکبر، د برصغیر پاک و هند، مخ 308-305

    پۀ دې حقله پکار ده چې دلته د وړو اقتباسونو صورت کښې د ولي خان بابا تاثرات هم د دې خونړۍ پېښې پۀ پس منظر کښې ځکه رانقل کړم چې یقیناً د هغۀ تاثرات پۀ خپل ځاے د یو تاریخي شهادتي دستاوېز درجه لري. دا اقتباسونه د “باچاخان او خدائي خدمتګاري” د دوېم ټوک نه اخستے شوي دي:

    ‘پۀ 15 جون 1948ز باچاخان د بنو پۀ دوره لاړو. زۀ او غني دادا هوتي ته د امیر محمد خان لالا او مهردل خان سره د ګپ شپ د پاره لاړو. زۀ څۀ ماسپښين دوه بجې به وې چې کور ته راغلم، څۀ ګورم چې چاپېره بې شمېره پولس پۀ پټو کښې ولاړ دي. د ټول کور او باغ محاصره ئې کړې ده….. ]مخ [120

    ماښام ئې زۀ هريپور جېل ته ورسولم…..]مخ [121

    سحر چې پاڅېدم نو خبر شوم چې بېګا ئې زما نه وروستو عبدالعزیز خان کاکا د زېدې او سالار یعقوب خان د بنو رارسولي دي. دا اطلاع هم راغله چې باچاخان ئې هم د سالار منیر خان او نجو بائي سره کوهاټ احمدي بانډې سره ګرفتار کړي دي….. ]مخ [122

    پۀ څلورمه جولایۍ 1948ز د سرحد حکومت یو ارډیننس جاري کړو. خدائي خدمتګار تنظیم ئې خلاف قانون وګرځولو. پښتون رساله ئې بنده کړه. د حکومت مخالفینو له ئې د پاکستان د مخالفینو او د قام د غدارانو او اسلام د دښمنانو نامې کېښودې. عدالت کښې پېشي خو پرېږده، دا هم د دغې ارډیننس یوه دفعه وه چې هېڅ یو عدالت حکومت پۀ دې نۀ شي مجبورولے چې مجرم ته دې د خپل کړي جرم وضاحت وکړي….. ]مخ [124

    د دې ارډیننس د لاندې د نظر بند ټول منقوله او غېر منقوله جائېداد حکومت ضبطولے شو. پېرنګي ګورنر چې ارډیننس جاري کړو نو د سر د پاسه ئې پرې پۀ واضحه الفاظو کښې لیکلي وو چې دا ارډیننس زۀ د ګورنر جنرل قائد اعظم محمد علي جناح د هدایاتو مطابق جاري کوم….. ]مخ [124

    قاضي صاحب )قاضي عطاء الله خان( چونکې وکیل ؤ، قانون دان ؤ، نو هغۀ به اکثر دا تپوس کولو چې دا څنګه کېدے شي؟ دا کوم قانون دے؟ ما به ورسره خندل چې قاضي صاحب! هغه د عبدالاکبر خان اکبر خبره چې “حق به هم حق وي خو زور حق دے”….. ]مخ [124

    پۀ دیارلسم اګست خبر شو چې د چارسدې پۀ دغه غونډه د بابړې پۀ مقام ګولۍ وچلېدې او پۀ سوونو نارینه او زنانه پکښې شهیدان شول. د زخمیانو خو څۀ شمېر نۀ ؤ معلوم، ولې چې اول خو هسپتالونو ته حکم ؤ چې زخمیان مۀ پرېږدئ، بیا ورته هدایات وو چې زخمیان پولیس ته حواله کوئ. نو د دې وجې نه اکثر زخمیان پټ پاتې شو. څنګه چې قېدیان راتلل نو نور تفصیل معلومېدو….. ]مخ [125

    څنګه چې دا جلوس جومات ته ورنزدې شو نو بې د څۀ تنبیه نه د بره نه د ګولیو باران شروع شو….. ]مخ [125

    دا بې وسلې او د عدم تشدد پۀ اصولو کاربند زلمي او بوډاګان پۀ زمکه پراتۀ وو او د جومات نه پرې ګولۍ چلېدې. بلکې تر دې شهادت تېر شوے دے چې مارټر بمونه راغورځولے شوي دي ]د بابړې د خان ضمیر کاکا پۀ سپینو او پتونانو کښې د بم پتري ننوتي وو چې د خداے بخښلي سره قبر کښې دفن کړے شو[…..]مخ [126

    د مېندو خوېندو د سر لوپټې کوزې شوې، د زخمیانو پټۍ ترې نه جوړې شوې…..

    ما پۀ خپلو سترګو پۀ ګولیو سوري قرانونه لیدلي دي او هغه ننګیالۍ او غېرتي پښتنې مې هم لیدلې دي د چا پۀ ګوګل چې نن هم د دغه سوري شوي قران نه د وتلې ګولۍ نخښې شته…..

    د بې درېغه او بې حسابه ګولیو چلولو اندازه د دې نه هم لګي چې داسې زخمیانې زنانه هم وې چې هغوي پۀ کلي دننه د خپلو کورونو پۀ کوټو ناستې لګېدلې وې….

    وروستو سرکار ووې چې دوي د هغې دفعې خلاف ورزي کړې ده کومه چې د ضلع مجسټرېټ لګولې وه…..

    هغه ورځو کښې زمونږ د ضلعې ډپټي کمشنر د طورو هدایت الله خان ؤ او هغۀ ما ته پۀ خپله دا خبره کړې ده چې ما نه نۀ چا تپوس کړے دے او نۀ ما دفعه 144 لګولې وه…..

    د دې قتلِ عام پۀ سبا پولیس او ورسره د مسلم لیګ نېشنل ګارډ د خدائي خدمتګارانو پۀ کورونو سر شول….. ]مخ [127

    پۀ سبا یعنې څوارلسم اګست د پاکستان د جوړېدو ورځ وه. جشن ؤ، باجې او ډول سرنا وې. د مسلم لیګ مشرانو جلوسونه ویستل، بیم باجې ئې غږولې او پۀ هغو لارو او ګورونو ئې دا باجې او ګډاګانې بوتلې د کومو کورونو چې د زلمو لا وینې هم نۀ وې چکه شوې او نۀ د دغه شهیدانو د تختې اوبۀ اوچې شوې وې…..

    د بابړې د قتلِ عام نه پس د قېدیانو زور ولګېدو. هر ماسپښين به چې ګاډے راغے نو شېبه پس به د هري پور جېلخانې ته د قېدیانو یوه مضبوطه ډله راورسېدله.” ]مخ [128

    دا هغه حقیقتونه دي چې کتابونو کښې ثبت شوي دي. ډېر اهم واقعات اوس د څېړنې دي يا ناچاپه دي.

    د بابړې واقعه يو تاريخي حقيقت دے. دا د جمهوريت د تحفظ او بقاء لپاره وړومبے اجتماعي قدم ؤ چې بل چا نۀ، صرف پښتنو پورته کړے ؤ. دې پښتنو پۀ دې مېدان کښې د يو تحقيق مطابق شپږ سوه يوولس شهيدان د قامي، سياسي، جمهوري، معاشي، ازادۍ او خپلواکۍ نه قربان کړل. دې واقعه کښې څۀ کم دولس سوه کسان زخميان شول او يزيديت ته وګورئ چې دوه سوه او دوه اویا (272) مړي ئې د چارسدې پۀ سيند کښې لاهو کړي وو.

    او بيا د صوبې د مشر دې بيان ته وګورئ، کوم چې دۀ پۀ ستمبر 1948ز کښې د اسمبلۍ پۀ وړاندې کړے ؤ!!! دۀ وئیلي وو:

    ‘ما پۀ بابړه کښې دفعه 144 لګولې وه. کله چې خلق نۀ خورېدل نو د فائرنګ حکم وشو. دوي خو ډېر خوش قسمته وو چې پوليس سره ګولۍ ختمې شوې ګني مونږ يو خدائي خدمتګار هم ژوندے نۀ پرېښودو.’

    بيا ئې د کانګرس څلورو ممبرانو طرف ته اشاره کړې وه او وئیلي ئې وو چې،

    ‘کۀ دوي هم مړۀ شوي وے نو مونږ پروا نۀ کوله.’

    Assembly Proceedings, 1948, PA, Library

    دلته غواړم چې ضمناً د قیوم خان ذکر وکړم.

    قیوم خان پۀ کال 1901ز کښې پۀ چترال کښې پېدا شوے ؤ. ددۀ پلار عبدالحکيم خان چترال کښې د هندوستان حکومت اسسټنټ ؤ. نيکۀ ئې محمد قاسم خان ؤ او قر نيکۀ ئې د کشمير نه پېښور ته راغلے ؤ. دۀ د مشن هائي سکول پېښور نه علاوه کوهاټ، ډېره اسماعيل خان او مردان کښې سبق وئيلے دے. پۀ کال 1926ز کښې ئې باراېټ لاء وکړه. د خلافت مومنټ نه ئې سياسي هلې ځلې شروع کړې. پۀ کال 1930-32ز کښې چې ډاکټر خان صاحب وزير اعليٰ شو او د مرکزي لجسلېټیو اسمبلۍ سيټ ئې پرېښودو نو د ډاکټر خان صاحب لۀ برکته دے پۀ دغه سيټ کامياب شو. دۀ پۀ کال 1945ز کښې Gold and Guns on the Pathan Frontier نومې کتاب وليکلو چې د ډاکټر خان صاحب ډېر تعريفونه ئې پۀ کښې کړي وو. د دې کتاب تړون د قیوم خان لفظونو کښې داسې ؤ:

    To

    Doctor Khan Sahib

    for his unceasing fight against corruption

    in public life and in public services

    this book is respectfully dedicated.

    Abdul Qaiyum, Gold and Guns on the Pathan Frontier, Hind Kitabs Publishers, Bombay, 1945, Pg. 3

    دې کتاب کښې قیوم خان د پاکستان د جوړولو سخت مخالفت کړے ؤ او دا خبره ئې پۀ وضاحت سره کوله چې مسلم لیګ د پښتنو پۀ خاوره خصوصاً او پۀ هندوستان کښې عموماً د فرقه واریت او مذهبي تنافر تبلیغ د برطانوي مفاداتو تحفظ د پاره کوي.

    Abdul Qaiyum, Gold and Guns on the Pathan Frontier,Pg. 72-76

    هم دې کال يعنې 1945ز کښې ددۀ مقبوليت کانګرس کښې پۀ کمېدو شو او دۀ د ټکټ نۀ ملاوېدو لۀ کبله مسلم ليګ کښې شمولیت وکړو. کله چې 1946ز کښې د صوبائي اسمبلۍ د انتخاباتو اعلان وشو نو د قيوم خان اصلي مخ ښکاره شو. زړو مسلم ليګيانو له ئې ټکټونه ورنۀ کړل چې هغوي کښې سردار عبدالرب نشتر هم شامل ؤ. دغه رنګ سعدالله خان، سردار اورنګزېب، ثمين جان خان او بخت جمال خان هم د ټکټونو نه محرومه کړے شول. د ټکټ ورکولو صرف يوه طريقه وه او هغه د قيوم خان سره ذاتي عهد وه ـــ چې دې نه به چا انکار وکړو، د هغۀ به مسلم ليګ کښې بدې ورځې وې. پۀ 1946ز انتخاباتو کښې کانګرس 30 سيټونه وګټل او ډاکټر خان صاحب وزيراعليٰ جوړ شو.

    پاکستان جوړېدو سره د جمهوریت پۀ مرۍ چاړۀ راکښله او قیوم خان وزیر اعليٰ جوړ کړے شو.

    حوالې:

    1. عبدالاکبر خان اکبر، د برصغیر پاک و هند پۀ ازادۍ کښې د پښتنو برخه، زما د ژوند سره تړلي حالات، پېښور، یونیورسټي بک اېجنسي، اګست 2009
    2. خان عبدالولي خان، باچاخان او خدائي خدمتګاري، دوېم ټوک، ولي باغ، 1994
    3. جهانزېب نیاز، زما د ژوند قیصه، څۀ لیدلي څۀ اورېدلي، لاهور، ملت پرنټرز، 2005
    4. محمد شفیع صابر، تاریخ صوبه سرحد، پشاور، یونیورسټي بک اېجنسي، 1986
    5. NWFP Assembly Proceeding 1946-47, KP assembly, NWFP library
    6. National Archires, File 46-44/47, S.No. 10(S), Peshawr
    7. KP Archives, S.No. 634, P.161, 11August 47, Special Branch
    8. Erland Jansson, India, Pakistan or Pakhtunistan? University of Uppsala, Sweden, 1981
    9. Sayed Waqar Ali Shah, Ethnicity, Religion and Nationalism, Karachi, Oxford University Press, 1999
    10. D.G. Tendulkar, Abdul Ghaffar Khan: Faith is Battle, Bombay, Popular Prakashan, 1967
    11. Zarina Aslamat, Pakistan: 1947-58, A Histrocal review, N1HacR 1992
    12. The Pakistan Times, Lahore, 21 July 1948
    13. Ahmad Salim, Pakistan and Jinnah: The hidden face, Lahore, Brothers Publishers, 1993
    14. Minhaj ul Hassan, NWFP Administration Under Abdul Qayum Khan: 1947-53, Ph.D Thesis, Department of History, Uo Peshawar, 2001
    15. Government documents from National Archives, Govt. of Pakistan

    احتجاج
    وژني مې بیا، خبرہ ومنم کۀ ونۀ منم؟
    اوس د بابا خبرہ ومنم کۀ ونۀ منم؟

    زۀ د کلهم انسانیت نجات غوښتونکے یمه
    مینه وېشم د اٰدمیت نجات غوښتونکے یمه
    د ښائستونو د عظمت نجات غوښتونکے یمه
    پۀ دې نړۍ د محبت نجات غوښتونکے یمه

    وایم چې دا خبرہ ومنم کۀ ونۀ منم؟
    اوس د بابا خبرہ ومنم کۀ ونۀ منم؟

    زما د درد سړیکې اوس ما ته پېغورونه کوي
    د خپل وجود لمبې پۀ ما پسې زورونه کوي
    ځوانۍ لوګے لوګے سوزېږي بس اورونه کوي
    سړے به اوس د کوم کوم زخم ټکورونه کوي

    شومه تالا خبرہ ومنم کۀ ونۀ منم؟
    اوس د بابا خبرہ ومنم کۀ ونۀ منم؟

    جبر ئې زخم زخم وژني بې اجله بابا!
    ژوندے وتے نۀ شي پښتون لۀ دې مقتله بابا!
    پېغام د امن څوک مني نۀ ساده ګله بابا!
    ستا نه قربان شم پۀ خپل ځان کښې مکمله بابا!

    دا ناروا خبرہ ومنم کۀ ونۀ منم؟
    اوس د بابا خبره ومنم کۀ ونۀ منم؟

    د امن خوب د تعبیرونو شوګیرو وخوړو
    د محبت احساس د جبر سلسلو وخوړو
    د ژوند سکون د قیامتونو حادثو وخوړو
    ګلاب ګلاب ښائست لمبې وکړې لمبو وخوړو

    یم وارخطا، خبرہ ومنم کۀ ونۀ منم؟
    اوس د بابا خبرہ ومنم کۀ ونۀ منم؟

    د امن سوچ باندې د مینې پۀ پېغام قتل شم
    د محبت زېرے راوړمه ګام پۀ ګام قتل شم
    ګناہ مې نۀ وي هم سحر او هم ماښام قتل شم
    هم پۀ درشل وژلے کېږم هم پۀ بام قتل شم

    دا د ګناہ خبرہ ومنم کۀ ونۀ منم؟
    اوس د بابا خبرہ ومنم کۀ ونۀ منم؟

    سر مې شیندلے دے تکل مې د پرواز کړے دے
    د حق مرستیال یم هر پښتون راباندې ناز کړے دے
    سلګۍ سلګۍ راته د قام خاورې اواز کړے دے
    اوس ما غنیم سرہ د نوي جنګ اغاز کړے دے

    د ابتلاء خبرہ ومنم کۀ ونۀ منم؟
    اوس د بابا خبره ومنم کۀ ونۀ منم؟

    پټوہ مۀ کۀ څۀ یقین او څۀ ګمان درکښې وي
    سترګې دې سترګو ته راوړاندې کړه کۀ توان درکښې وي
    مخې له راشه د غېرت کۀ څۀ امکان درکښې وي
    قاتله مخ دې راښکاره کړه کۀ ایمان درکښې وي

    ژاړی فضا خبرہ ومنم کۀ ونۀ منم؟
    اوس د بابا خبره ومنم کۀ ونۀ منم؟
    پروفېسر اظهار الله اظهار

     

  • د خپلواکۍ مبارز علامه عبدالرحیم پوپلزئ – ډاکټر سهېل خان

    31-1890)مۍ (1944

    ډېرن ایسوګلو (Daron Acemoglo) او جېمز رابنسن خپل معرکة الاراء تصنیف “Why Nations Fail” کښې لیکلي دي چې د تهذیب فرق دراصل د هېوادونو پۀ منځ کښې د معاش فرق دے. تر څو چې د ژوند تېرولو معیار د تهذیب، تمدن او معاش د لارې دائروي شکل کښې نۀ وي ځنګېدلے، تر هغې به د نړۍ د هېوادونو منځ کښې د قامونو لاندیز او پرمختګ اصولي معیار نۀ شي ټاکلے.[1]

    دا خبره علامه عبدالرحیم پوپلزئ د اخبار نوجوان سرفروش اداریه کښې کوي چې کال 1927ز کښې چاپ دے[2]، لیکلې ده.

    ټهیک پۀ هغه کال 1890ز چې باچاخان نړۍ کښې سترګې پرانستې وې، علامه عبدالرحیم پوپلزئ هم د درانیانو شاهي خاندان پوپلزئ کښې سترګې غړولې وې. دا پۀ برصغیر کښې د غلامۍ خلاف د مزاحمت دور ؤ.بنیادي زدکړې دخپل پلار مولانا مفتي عبدالحکیم پوپلزئ نه ترلاسه کولو نه پس د اعليٰ زدکړو د پاره دهلي، رامپور، مینډو او دېوبند ته لاړو.

    علامه عبدالرحیم پوپلزئ هغه خوش بخته شاګردانو کښې شامل ؤ چې د شېخ الهند مولانا محمود الحسن د خصوصي نظر، مینې او روحاني تړون رشته ورسره وه. علامه عبدالرحیم پوپلزئ صاحب پېښور ته واپس 1912ز کښې راغلو. د درس سلسله ئې شروع کړه او عملي مبارزه ئې هم د تحریک شاه ولي الله او حزب الله پۀ لمن کښې پېل کړه. د روحاني تړون سلسله ئې د حضرت نجم الدین هډې شریف سره شروع کړه.[3]

    پۀ اوویشتم مارچ 1914ز علامه عبدالرحیم پوپلزئ د قاسم علي خان جومات کښې د ‘مدرسه اسلامیه’ بنسټ کېښودو. پۀ دې موقع مفتي عبدالحکیم پوپلزئ، حاجي غلام صمداني، حاجي صاحب ترنګزئ او سید عبدالمعبود شاه ګېلاني هم موجود وو.[4]

    د کال 1900 نه تر 1947ز پورې نړۍ د تاریخ عظیم جنګونه ولیدل. د بادشاهت پۀ ځاے جمهوري واکمني راغله. د شاهي حکومتونو او راجونو خلاف بغاوتونه وشول. د عوامو ذهنونو د خپلواکۍ پۀ اجتماعي شعور کښې مبارزه پېل کړه. پۀ هندوستان کښې هم د کانګرس بېرغ نه د ازادۍ تحریکونه د زلمو توان سره سم سم روان وو. دې زلمو کښې یو زلمے علامه عبدالرحیم پوپلزئ هم ؤ. کله چې اولني جهاني جنګ کښې پرنګي ترکو له ماتې ورکړه نو هندوستان کښې راجوړ شوي ‘خلافت تحریک’کښې علامه عبدالرحیم پوپلزي هم خپله ونډه ترسره کړه.[5]

    کله چې 1917ز کښې پۀ روس کښې انقلاب راغے نو پۀ ټوله نړۍ کښې بالعموم او پۀ پسمانده هېوادونو کښې بالخصوص د دې اثرات خوارۀ شول. پۀ هندوستان کښې هم ځینې ځوانانو دا بېرغ پورته کړو. پۀ پنجاب کښې ‘کرتي کسان پارټي’ جوړه شوه او پۀ پېښور کښې د مولانا عبدالرحیم پوپلزئ پۀ مشرۍ کښې وړومبے ‘نوجوانانِ سرحد’ نومې تنظیم او بیا وروستو’نوجوان بهارت سبها’ پۀ نوم کار شروع کړو. مولانا صاحب سره دې تنظیم کښې دې ملګرو کومک وکړو ـــ کاکاجي صنوبرحسېن، سید امیر بادشاه، دیوان روشن لال، عبدالرحمان ریا، عبدالعزیز خوش باش، اٰتش عبدالغفور،بخشي فقیرچند، عبدالله خنجر، عبدالحئ، حکیم عبد الرؤف، ملک نادرخان، رام سرن نګینه، ماسټر قطب دین، سادهو سنګهـ سوز او یونس قرېشي[6].

    پۀ کال 1920ز کښې مولانا صاحب ډېر انقلابیان د کامرېډ فضل الٰهي قربان پۀ کومک روس ته لېږل. پۀ کال 1921ز کښې د انټرنېشنل اسلامیه سوسائټي ترکي، وسطي اېشیاء او هندوستان تنظیمونو سره پۀ ملاتړ د پېرنګي حکومت پۀ نظر کښې راغلو او پۀ 1921ز کښې ئې پرې د اسام د یو انقلابي او باغي پناه ورکولو باندې مقدمه جوړه شوه، ولې د ثبوت د نیشتوالي لۀ کبله دغه مقدمه خارجه کړې شوه[7].

    مولانا صاحب پۀ خپلو لیکنو باندې ‘256’ سرخط لیکلو چې معنٰي ئې ‘انقلاب زنده باد’[8] ده. چونکې یو نامتو او معتبر مذهبي عالم او مفتي هم ؤ او د مذهب پۀ مسئلو یوه اتهارټي هم ګڼلې شوه، کله چې دهلي کښې د ‘شدهي تحریک’ لاندې مسلمانان د ستونزو سره مخ شول نو مولانا صاحب پۀ دغه مهم روان شو او دغه کشاله ئې حل کړه[9].

    پۀ کال 1924ز کښې مولانا صاحب د کانپور سازش کېس کښې ګرفتار شو، ولې د عدم ثبوت لۀ کبله ازاد کړے شو. پۀ کال 1925ز کښې ئې د تبلیع، تعلیم او خطابت سلسله جاري وساتله او هم پۀ دې کال ورته د سرحد د اولني ترقي پسند شاعر خطاب هم ملاو شو[10].

    پۀ کال 1927ز کښې ئې خپل اخبار نوجوان سرفروش وویستو. دا اخبار د قیصه خوانۍ خونړۍ واقعې نه پس بند شو[11].

    مولانا صاحب د جمعیت العلماء هند اتم اجلاس پېښور کښې د مجلس عاملې غړے وټاکلے شو. د دوي پلار هم دې اجلاس کښې د صوبې صدر منتخب شو[12].

    یاده دې وي چې هم دې اجلاس کښې عبدالغني خان د ازاد سکول اتمانزو د نورو ملګرو سره پۀ خوش الحانۍ ‘نظم’ وئیلے ؤ. د نظم څو شعرونه داسې وو:

    د خداے د پاره اے عالمانو!

    مونږه روان کړئ پۀ یوه لاره

    مونږه ډوبېږو! مونږه غرقېږو!

    کۀ اواز یو کړئ خداے د پاره خادم محمد اکبر

    دې باره کښې عبدالاکبر خان اکبر وائي، ‘دا جلسه پۀ اکتوبر 1927ز کښې د شاهي مهمان خانې )اوس پکښې لېډي ګرفتهـ سکول دے( پۀ چمن کښې وشوه. داخله پۀ ټکټ وه. پۀ زرګونو خلق چې پۀ جلسه کښې شامل وو، زۀ هم د انجمن او ازاد سکول د طرفه پۀ استقبالیه کمېټۍ کښې شامل وم. عبدالغني خان چې هغه وخت د دولسو کالو ؤ، پۀ اردو کښې یو ډېر دردناک تقریر وکړو او د پښتنو دردناکه نقشه، د غربت، بې علمۍ، لاقانونۍ متعلق ئې یوه ښکلې خاکه راکښله. د ازاد سکول هلکانو پۀ خوش اوازۍ د خادم محمد اکبر نظم ووې.’[13]

    پۀ 31 مارچ 1929ز مولانا صاحب د پراونشل خلافت ورکنګ کمېټۍ او پراونشل کانګرس ورکنګ کمېټۍ رکن وټاکلے شو. یاده دې وي چې هم دې اجلاس کښې د مولانا صاحب پلار مفتي عبدالحکیم پوپلزئ صدر، میا فضل شاه نائب صدر اول او باچاخان نائب صدر دوم منتخب شو[14].

    پۀ کال 1929ز کښې چې کله د افغانستان د بادشاه امیر امان الله خان خلاف سازش شروع شو نو د امان الله خان حمایت کښې ئې عالمي تحریک د پښتونخوا نه پېل کړو. د دې تحریک باني هم ؤ. دغه رنګ پۀ 21 اپرېل 1929ز ئې د افغانستان فسادي اور مړ کولو د پاره یوه پنځویشت رکني د عالمانو کمېټي جوړه کړه او دې کمېټۍ د صوبې او قبائیلي علاقو تفصیلي دوره وکړه او خلقو کښې ئې د اجتماعي شعور پاملرنه وکړه[15].

    د قیصه خوانۍ د خونړۍ پېښې پس منظر ‘سرزمینِ بے ائین’ ؤ. د دې تذکره به مولانا صاحب اکثر کوله. کله چې پۀ اوویشتم دسمبر 1929ز پۀ لاهور کښې د لاجپت راے نګر سټېج ولګېدو او کسان کرتي کانفرنس شروع شو نو پۀ دوېم نشست کښې مولانا صاحب د صوبه سرحد مقدمه پېش کړه او د دې څلورو قوانینو ذکر ئې وکړو چې پۀ دې خاوره نافذ دي او مخلوق ترې اور کښې ولاړ دے:

    1. فرنټئیر کرائمز رېګولېشن یعني قانون جرائم سرحد
    2. سیکېورټي رېګولېشن
    3. مرډرس اوېټر ریجن ریګولېشن
    4. سېفټي رېګولېشن[16]

    پۀ نولسمه فرورۍ 1930ز د مولانا عبدالرحیم پوپلزئ او د باچاخان اوږد ملاقات د نوجوان بهارت سبها دفتر کښې د سحر نهه بجو نه تر یوولسو بجو وشو. پۀ دې ملاقات کښې مولانا صاحب د باچاخان پۀ تنظیمي امورو ځان پوهه کړو.[17]

    پۀ یویشتم اپرېل 1930ز پۀ شاهي باغ کښې د فرنټئیر کانګرس لاندې د سول نافرمانۍ یوه جلسه وشوه چې مولانا صاحب پکښې یو احتجاجي قرارداد وړاندې کړو[18] او دا اعلان ئې هم وکړو چې ‘میں برطانوی سامراج کا تختہ الٹنا چاہتا ہوں’.

    پۀ درې ویشتم اپرېل 1930ز سحر دوه نیمې بجې ئې مولانا صاحب د خپل کور نه ګرفتار کړو. دا ګرفتاري د قیصه خوانۍ د واقعې پۀ ورځ شوې ده.[19]

    دې نه پس ئې قلعه بالاحصار کښې پۀ مولانا صاحب مقدمه وچلوله او د نهه کاله قېد حکم ئې ورکړو. باچاخان ئې درې کاله قېد کړو[20].

    پۀ جېل کښې مولانا صاحب د شېخ حسام الدین د کتاب The other side of Medal باندې مقدمه ولیکله. مولانا صاحب او باچاخان دواړه پۀ 1931ز کښې د ګاندهي ارون پېکټ لاندې د ګجرات جېېل نه ازاد کړے شول.

    مولانا صاحب پۀ درې ویشتم مارچ 1931ز د بهګت سنګهـ او سکهـ دېو پۀ پهانسۍ ډېر غمژن ؤ. پۀ هم دې ورځ ئې د قیصه خوانۍ د شهیدانو ورځ نمانځلو جلوس مشري وکړه. پۀ څلیریشتم اپرېل ئې پۀ بازیدخېلو کښې د خدائي خدمتګارو جلسه کښې صدارتي تقریر وکړو. پۀ یوولسم جون ئې د هري کشن ورځ نمانځلو باندې درې کاله قېد ورکړو. د قېد دوران کښې ئې د پېښور او هري پور جېلونو کښې صحت ورځ پۀ ورځ خرابېدو. دې دوران کښې ګورنر سر جارج کننګهم د هري پور جېل دوره وکړه. د ګورنر احترام کښې ټول قېدیان ودرېدل ولې مولانا صاحب پۀ ځاے ناست پاتې شو.[21]

    پۀ شپږم دسمبر 1937ز خدائي خدمتګارانو د ورکوټي اختر پۀ موقع مولانا صاحب ته سلامي پېش کړه. پۀ اوویشتم اګست 1937ز مولانا صاحب پۀ شاهي باغ کښې د باچاخان د جلوس مشري وکړه. د جلسې صدرات ئې هم وکړو. پۀ دې جلسه کښې ډاکټر خان صاحب، اٰغا لعل بادشاه، علي ګل خان، پیر بخش خان، حکیم عبد الجلیل ندوي او سردار عبدالرب نشتر هم وېنا کړې وه.

    پۀ پنځلسم اپرېل 1940ز مولانا صاحب د بنو غوریواله کښې تقریر کولو چې ګرفتار کړے شو او پۀ اتمه مۍ 1940ز اے ډي اېم بنو ورته پینځۀ کاله قېد بامشقت سزا واوروله.[22]

    پۀ جېل کښې د مولانا صاحب صحت ډېر خراب شو. پۀ اوولسمه جنورۍ 1943ز د جېل نه د سختې بیمارۍ پۀ حالت کښې خلاص کړے شو. دې دوران کښې ډپټي کمشنر سکندر مرزا مولانا صاحب نه لیکلې شوې معافي وغوښته.

    مولانا صاحب پۀ یو دېرشمه مۍ 1944ز د نړۍ نه سترګې پټې کړلې. پۀ ګور ئې نُور شه!!!

    1. Daron Acemoglu & James Robinson, Why Nations Fall, 2012,

      Crown Publishig Group

    2. امیر شاه قادري، اخبار نوجوان سرفروش، ‘تذکره علماء و مشائخ سرحد’

    3. محمد شفیع صابر، تاریخ صوبه سرحد، مخ 879

    4. پولیس ډائرې، 1914، پښتونخوا ارکائیوز لائبرېري، بنډل نمبر 241،

      فائل نمبر 10، مخ 76

    5. یونس قرېشي، هفت روزه بانګ حرم، 28 مۍ 1958، پېښور

    6. انور خان دیوانه، کیا یه لوگ پاگل تهے؟، مخ 9

    7. پولیس خفیه رپورټ، پښتونخوا ارکائیوز لائبرېري، بنډل نمبر 81،

      فائل 1463

    8. روزنامه ‘آج’ پشاور میګزین، 19 اپرېل 2015

    9. روزنامه ‘بانګ حرم’، 24 اکتوبر 1976

    10. روزنامه ‘مشرق’، رضا همداني، 8 اکتوبر 1991

    11. اټک کے اس پار، مخ 549

    12. پښتونخوا ارکائیوز لائبرېري، سپېشل برانچ بنډل 54، فائل نمبر 922

    13. عبدالاکبرخان اکبر، د برصغیر پاک و هند ازادۍ کښې د پښتنو برخه،

      مخ 57

    14. خفیه پولیس رپورټ،ارکائېوز، جلد XXV، 1929،پېرا نمبر 219، مخ 75

    15. ډپټي کمشنر اٰفس رېکارډ، بنډل 1، فائل 13، ارکائېوز لائبرېري

    16. محضرنامه منجانب باشندګان شمال مغربي سرحدي صوبه بخدمت ممبران

      تحقیقاتي کمېټي متعلقه قوانین سرحدي، پوسټر، لکشمي اٰرټ سسټم

    17. پښتونخوا ارکائېوز لائبرېري، ډپټي کمشنر رېکارډ، بنډل نمبر 25، فائل

      نمبر 365، مخ 35

    18. پښتونخوا ارکائېوز لائبرېري، ډپټي کمشنر رېکارډ، بنډل نمبر 3، فائل

      نمبر 38، مخ 213

    19. هم دغه حواله

    20. اخبار بانګِ حرم، 20 فروري 1967، پېښور

    21. روزنامه مشرق، 30 اکتوبر 1992

    22. سي اٰئي ډي ډائري، بنډل 73، فائل 1355

     

  • سعادت خان جلبل، ډ. سهیل خان

    د پښتنو خاوره د هر قسم قدرتي وسائلو نه ډکه ده. دې سره پۀ بشري صلاحيتونو هم غني ده. خو بيا هم د قدرتي وسيلو مقابله کښې ئې د علم او فکر مېدان نيمګړے نېمه خوا دے. بله خبره دا ده چې پښتنو کښې انفرادي هڅې د تاريخ پۀ پاڼو کښې ډوبې دي، يا دا هم کېدې شي چې علم وفنون دا ځانګړتيا کمه هم وي. البته اجتماعي تحريکونو باره کښې خو مونږه دا پۀ دعوې سره وئيلے شو چې دا کم دي. د پښتنو تاريخ د دغه اجتماعي تحريکونو او شخصياتو تجربې پۀ خپله لمنه کښې خالي کړي دي. دې تحريکونو د اجتماعيت روغې جوړې ، وطن پالۍ ، واکمنۍ او ازادۍ له پاره کار کاوۀ او د دوي د ژوند بنياد پۀ پښتونولۍ ولاړ ؤ. انجمن اصلاح الافاغنه او خدائي خدمتګار تحريک د پښتنو پۀ تاريخ کښې تر ټولو ډېر پياوړي اجتماعي تحريکونه وو او د دې دوه لوئې وجې وې؛ يو دا چې دې تحريک د پښتنو د ټولنيز ژوند شلېدلے څادر وګنډلو. دوېمه دا چې ګڼ شمېر همه جهت شخصيات او مشران ئې راپېدا کړل. د انجمن اصلاح الاافاغنه بنياد چې کله کښېودے شو او پۀ يکم اپرېل۱۹۲۱ء د وړومبي ازاد سکول بنياد کېښودے شو نو د هشنغر او خواوشاه سيمو قام مئين خلقو خپل بچي دې کښې داخل کړل.

    کۀ يوخوا پۀ دې کښې عبدالولي خان غوندې زيرک، مدبر، دانشور، سياستدان، نو بل خوا ئې د پښتنو ادب پنګه دومره درنه کړه چې ماسټر کريم غوندې اديبان هم د دې سکول پۀ تخليقي ماحول کښې ځان وسپړدو. ماسټر کريم سره پۀ سکول د اتمانزو کلي يو بل ماشوم هم حکمت خان کاکا داخل کړو چې نوم ئې سعادت خان ؤ او تخلص ئې جلبل ؤ. سعادت خان جلبل پۀ کال 1914ز کښې سترګې غړولې وې پۀ خټه محمد زے ؤ. پۀ کال 1922ز کښې پۀ ازاد هائي سکول اتمانزو کښې داخل شو. دې نه مخکښې پۀ ازاد سکول ترنګزو کښې داخل شوے ؤ. لۀ بده مرغه پۀ 1933ز کښې پۀ ازاد سکول ترنګزو چا قبضه واچوله نو ټول زده کوونکي ازاد هائي سکول اتمانزو کښې داخل کړے شول. پۀ دې حقله عبدالاکبرخان اکبر پۀ خپل کتاب “د برصغیر پاک و هند پۀ ازادۍ کښې د پښتنو برخه” کښې وائي چې “جلبل صاحب پۀ ترنګزو هائي سکول او بيا پۀ اتمانزو کښې سبق وې، لا ډېر وړوکے ؤ چې دے او عبدالکريم به مونږه ځان سره جلسو ته بوتلل. ډېر خوش اوازه ؤ . کريم خان او سعادت خان اوس هم ښۀ خدائي خدمتګار دي. څو څو واره قېدي شوي دي.” مخ 322

    • ادبي خدمات:

    د سعادت خان جلبل ځينې ليکونه چاپ دي او ځينې ناچاپه چې څۀ پۀ دې ډول دي:

    د مزدور دنيا )چاپ کال 1942ز(

    پاک زړګے )چاپ کال 1963ز(

    وروستے پار )چاپ کال 1967ز(

    سپين سحر )چاپ کال 1971ز(.

    هم دغسې ناچاپه اثار ئې “قامي ګلونه” او د “ملتان پنجره” پۀ نوم پراتۀ دي.

    فني خدمات:

    د عبدلاکبر خان اکبر ډرامه “تربور” پۀ کال 1926ز پۀ اتمانزو کښې سټېج شوې ده. دې ډرامه کښې سعادت خان جلبل د يتيم هلک د مشر ورور کردار ادا کړے ؤ. پۀ کال 1927ز کښې هم د ازاد سکول اتمانزو سالانه جلسې کښې ډرامه “تهذيب جديد تعلیم جديد” سټېج کړې شوې وه. دې کښې سعادت خان جلبل پۀ کورس کښې ملي او قامي سندرې وئيلې وې. پۀ کال 1928ء کښې پۀ پېښور کښې د جمعيت علماء هند پۀ کليزه کښې سعادت خان جلبل د نورو ملګرو سره دا نظم اورلے ؤ:

    د خداے د پاره عالمانو!

    مونږه روان کړئ پۀ يو لاره

    مونږه ډوبېږو مونږ غرقېږو

    کۀ اواز يوکړئ خداے د پاره

    هم دغسې د امير نواز خان جليا پۀ ډرامه “درد” کښې هم سعادت خان جلبل کردار ادا کړے ؤ.

    سعادت خان جلبل او قېد و بند:

    د قيصه خوانۍ د واقعې نه پس د جلبل صاحب د ګرفتارۍ وارنټ هم جاري شو، ولې سعادت خان جلبل ګرفتاري ورنۀ کړه او بدل کښې انګرېزانو د هغۀ سپین ږیرے پلار حکمت خان کاکا قېد کړو. پلار ورته د جېل نه خبر ورکړو چې قامي خدائي خدمتګار ټول جېل کښې دي خو د قامي مشرانو غېر موجودګۍ کښې د ازادۍ تبليغ جاري ساته. د ګاندهي ارون پېکټ لاندې وروستو حکمت خان کاکا رها کړے شو.

    کال 1931ز کښې يو ځل بيا د سعادت خان وارنټ جاري شو. پوليس د دۀ پۀ کور چاپه ووهله خو چې د دۀ عمر او جذبې ته ئې وکتل نو ګرفتار ئې نۀ کړو. پۀ کال 1932ز کښې د شاه ډهنډ مېرې نه ګرفتار کړے شو چې د چارسدې مجسرېټ عبدالغفور خان ورته د تعيلم حاصلولو نصيحت وکړو. هغۀ ته ئې پۀ جواب کښې دا ټپه وليکله:

    تعليم به هله بيا کومه

    چې د وطن پۀ ازادۍ مشرّف شمه

    د دې ټپې پۀ جواب کښې مجسرېټ هغه درې کاله قېد کړو.

    درې واړه کاله ئې د هري پور جېل کښې تېر کړل. پۀ کال 1935ء کښې ئې عبدالطيف افندي صاحب سره ”طوطئ“ ازاد سکول جوړ کړو چې پۀ بدل کښې د ملاکنډ پوليټيکل اېجنټ افندي صاحب او جلبل صاحب ګرفتار کړل. جلبل صاحب څو ورځې د هري چند بنګله کښې او بيا وروستو ملاکنډ کښې بندي ؤ. پۀ 1942ز کښې انګرېز د جلبل صاحب کور وسېزو چې پکښې ئې ټوله غله ايرې ايرې کړه.

    پۀ 1961ز کښې د اسلامي جمهوريه پاکستان رياست ګرفتار کړو او مجسټرېت ته ئې پېش کړلو. مجسرېټ ترې تپوس وکړو چې دلته تۀ د افغانستان اېجنټ ئې. جلبل صاحب ورته ووئیل چې زۀ خو یو خدائي خدمتګار یم، اېجنټ به تۀ ئې چې سرکار نه تنخا اخلې؛ پۀ دې ځواب ئې د درې کاله قېد حکم ورکړو.

    د پېښور، کېمبل پور، ملتان او ډېره اسماعيل خان جېلونه ئې پرې وکتل. اخر کار سعادت خان جلبل پۀ 17 اګست 1979ز کښې وفات شو.

    د شاعرۍ نمونې ئې څۀ پۀ دا ډول دي:

    چې غېږ له مې راځې نو پښه نيولے مۀ راځه!

    پۀ ټيټه ټیټه ما له پښه نيولے مۀ راځه!

    شډلې پښتنې سترګې دې ولې دي سرې شوې؟

    کتے دې مخ ته نۀ شم ژړېدلے مۀ راځه!

    چې وار دې خطا نۀ شي غماز هېڅ کولے نۀ شي

    د وېرې ساه نيولے بوږنېدلے مۀ راځه!

    نۀ کېږي نۀ ده شوې د اوښانو غلا پۀ ټيټه

    تهمت کښې ملامته غرېو نېولے مۀ راځه!

    پۀ رنګ د مينې رنګ شه د تهمت نه مۀ وېرېږه!

    موسکے موسکے راځه! پۀ غم لړلے مۀ راځه!

    راځه چې دواړه کښېنو د زړۀ ووايو حالونه

    د لاسه د رقيب زړګے داغلے مۀ راځه!

    خبر درباندې نۀ شي د بېلتون جاسوسان ګرځي

    جلبل له پۀ رڼا ورځ مونډ ختلے مۀ راځه!

    د ظالم پۀ يو قدم به وس پرې نۀ ږدم

    لاس کښې به واخلمه توره د توکل بيا

    چې ژوندے يم نو پۀ قام به هم ژوندے يم

    کۀ شهيد شومه نو شم به يو پۀ سل بيا

    سرې سر وټکې ورته ښکاري سرۀ ګلونه

    چې چالان شو د وطن پۀ سر جلبل بيا

    ـــــــ

  • د پېښور پوهنتون  تاريخ د دوړو لاندې – ډاکټر سهېل خان

    د پېښور پوهنتون  تاريخ د دوړو لاندې – ډاکټر سهېل خان

    د پېښور پوهنتون جوړولو دا بل پۀ يوويشتم مارچ 1947ز منظور شو او سليکټ کمېټۍته حواله شو، کومې کښې چې دا پنځلس ممبران شامل وو.

    اٰنرېبل وزير اعليٰ، ډاکټر خان صاحب

    اٰنرېبل قاضي عطا الله خان، ريونيو منسټر

    اٰنرېبل لالا مهرچند کهنه، فنانس منسټر

    خان صاحب سردار اسد الله جان خان، لالا مدن لال مهتا، سيد قائم شاه، خان عبدالقيوم خان سواتي، سردار ايشر سنګهـ، خان عبدالقيوم خان بېرسټر، خان حبيب الله خان، خان سردار بهادر خان،نواب قطب الدين خان، ډپټي سپيکر

    اٰنرېبل يحيٰ جان خان، وزير تعليم، دي اېډوکېټ جنرل

    سليکټ کمېټۍ دا بل اکثريت سره منظور کړو او د مشاورتي کمېټۍ (مخکښې ذکر راځي) د تجويزونو پۀ رڼا کښې ئې د پېښور پوهنتون لپاره د دېرشو لکهو روپیو انتظام کولو سفارش وکړو چې پۀ دې رقم به پوهنتون جوړېدو. دې نه علاوه سليکټ کمېټۍ د سالانه اتو لکهو روپیو ګرانټ منظوري هم ورکړه. ياده دې وي چې  پۀ کال 1947ز کښې د صوبې د بجټ مجموعي تخمينه څلور کروړه شل لکهه او دوويشت زره روپۍ وه اوخرڅ څلور کروړه او لس لکهه نهه نوي زره روپۍ وه. دغه رنګ بجټ کښې صرف دوه لکهه درېويشت زره روپۍ بچت ؤ. سليکټ کمېټۍ دا فېصله وکړه چې د کال 1947ز بجټ کښې به دا رقم مختص شي او پۀ مارچ کال 1948ز کښې به د پوهنتون بنياد کېښودے شي.

    NWFP legiselative assembly proceedings 10th march 1947

    ياده دې وي چې د کال 1947ز صوبائي بجټ پۀ لسم مارچ 1947ز پاس شوے ؤ او د پېښور پوهنتون بل پۀ یویشتم مارچ 1947ز پېش کړے شو. لۀ دې کبله د کال 1947ز بجټ کښې د پوهنتون لپاره دېرش لکهه روپۍ مختص کړې شوې.

    NWFP legiselative assembly proceedings 10th march 1947

    دا دې هم ياده وي چې سلېکټ کمېټۍ ممبرانو کښې واحد خان قيوم داسې ممبر ؤ چې شرکت ئې نۀ ؤ کړے. لۀ بده مرغه د ډاکټر خان صاحب حکومت بغېر لۀ څۀ قانوني، اخلاقي او سياسي جواز پۀ 22 اګست 1947ز ختم کړے شو او د يو اقليتي ګروپ مشر خان قيوم ته حکومت حواله کړے شو. خان قيوم د پېښور پوهنتون قرارداد سره څۀ وکړل کوم چې محمد يحيٰ جان خان پېش کړے ؤ، اسمبلۍ پاس کړے ؤ او سلېکټ کمېټۍ منظور کړے ؤ؟ غواړم چې پۀ دې حقله د محمد يحيٰ جان خان يو ليک وړاندې کړم کوم چې هغوي د Historical Footnotes پۀ نامه هفته وار کالم کښې ليکلے ؤ چې پۀ "فرنټئير پوسټ" اخبار کښې پۀ دېرشم نومبر 1987ز چاپ شوے دے او سرخط ئې دے:

     “How NWFP got its university”

    "زۀ پۀ علي ګړهـ کښې وم چې صاحبزاده عبدالقيوم خان زۀ پۀ اسلاميه هائي سکول پېښور کښې هېډ ماسټر مقرر کړم. )اسلاميه هائي سکول چې دا اوس ورته ګورنمنټ هائير سيکنډري سکول نمبر 3 پېښور ښار وائي. دا سکول انجمن حمايتِ اسلام پۀکال 1890ز کښې جوړ کړے ؤ. شروع کښې دا يو پرائمري سکول ؤ. کال 1905ز کښې دا سکول د خېبر بازار بلډنګ ته منتقل شو. کال 1950ز کښې دا سکول حکومت خپل تحويل کښې واخستو او نوم ئې ورله د اسلاميه هائي سکول پۀ ځاے ګورنمنټ هائي سکول نمبر 3 پېښور ښار کېښودۀ.(

    [پشاور صدر تاريخ کے آئينے ميں، عمران رشيد صفحہ 309]

    چونکې زۀ يو غير تربيت يافته استاد وم نو زما لپاره د محکمه تعليم نه يوه خصوصي اجازت نامه ترلاسه کړې شوه. د هېډ ماسټر ذمه دارۍ اخستو نه پس به زما صاحبزاده صاحب سره اکثر ملاقاتونه کېدل. يوه ورځ ما صاحبزاده صاحب ته ووئيل چې وخت راغلو چې اوس تاسو دې طرف ته پاملرنه وګرځوئ چې اسلاميه کالج پوهنتون ته واړوئ. چونکې اسلاميه کالج صاحبزاده صاحب جوړ کړے ؤ، کالج اوس پۀ خپلو پښو ولاړ ؤ او د صوبې زرګونو زده کوونکو ترې فائده ترلاسه کوله نو ما بهتره وګڼله چې دا کالج مخ پۀ وړاندې قدم پورته کړي. صاحبزاده صاحب ځواب کښې ووې چې "داسې خلق شته چې د کالج پۀ کاميابۍ خفه دي. زۀ غواړم چې پوهنتون دې بېل وي"، زما خيال ته د علي ګړهـ هغه پروفېسر راياد شو چې وئيلي ئې وو چې د علي ګړهـ موجودګۍ کښې د اسلاميه کالج پېښور ضرورت نۀ ؤ، ځکه چې د صوبې ضرورت علي ګړهـ پوره کوي. حقيقت دا ؤ چې د ازادۍ وېش نۀ ډېر مخکښې د صوبې تعليم يافته خلقو د خپل پوهنتون ضرورت محسوسولو. د دې دوه وجې وې:

    اولنۍ وجه دا وه چې د پنجاب پوهنتون اختيار ډېر خپور ؤ، دې پوهنتون سره غېر منقسم پنجاب، بلوچستان، پښتونخوا، جمو او کشمير نه علاوه خواوشا ریاستونه لکه بهاولپور، پټياله، نبها او کپورتهلا هم شامل وو. د دې پراختيا لۀ کبله د پنجاب يونيورسټۍ توجه صرف امتحانونو ته وه. د صوبو د ضرورياتو مطابق د نوي نصاب جوړولو پله د يونيورسټۍ هېڅ پاملرنه نۀ وه. دې طرف ته هم څۀ توجه ونۀ ګرځولې شوه چې د هرې صوبې ژبه، ادب، ثقافت، رواجونه، سماجي تړون، تاريخ، معاشي ضروريات او جغرافيائي حالات د يو بل نه بدل وو. د يونيورسټۍ تيار کړے شوي سلېبس کښې دې خبرو ته هېڅ توجه نۀ وه ګرځولې شوې. پۀ سلېبس باندې د پنجاب کلتور او بالخصوص د هندو پنجاب غلبه وه. وجه دا وه چې د پنجاب پوهنتون ټول واکداران هندو پنجاب سره تعلق لرلو. دې حالاتو زمونږ د صوبې تعليم باندې ځانګړي اثرات غورځولي وو.

    دوېمه وجه دا وه چې هغه وخت پنجاب پوهنتون زمونږ حالاتو او ضرورياتو سره هېڅ همدردي نۀ لرله او د پوهنتون کونسل کښې زمونږ د صوبې د تعليم يافته ابادۍ د محرومۍ احساس به دوي وخت پۀ وخت د اخبار کالمونو کښې کولو. د پښتونخوا اولنۍ اسمبلۍ کښې خان پير بخش خان اېدوکېټ کال 1933ز کښې د صوبې خپل پوهنتون لپاره يو تجويز وړاندې کړو. کال 1935ز کښې هغۀ دوباره خپل وړانديز لپاره سوال پورته کړو. لۀ بده مرغه نۀ فرنګي حکومت او نۀ صوبائي يا مرکزي حکومت 1933ز نه واخله تر 1945ز پورې د صوبې خپل پوهنتون پله خيال وګرځولو.

    ما د کال 1945ز صوبائي انتخاباتو کلښې د خدائي خدمتګارو پۀ ټکټ د پېښور ښار نه حصه واخسته او د خداے پۀ فضل زۀ د صوبائي اسمبلۍ غړے منتخب شوم او د ډاکټر خان صاحب وزارت کښې د تعلیم وزیر مقرر شوم.

    پۀ پنځويشتم جون 1946ز ما يوه مشاورتي کمېټي جوړه کړه چې د پوهنتون جوړولو تجويز لپاره خپل سفارشات جوړ کړي. زۀ د دې کمېټۍ مشر وم، نور اتۀ ممبران دا وو:

    1. خان ابراهيم خان (جوډېشل کمشنر پښتونخوا)
    2. خان بهادر شاه عالم خان (ډائرېکټر ايجوکېشن پښتونخوا)
    3. شېخ محمد تېمور (پرنسپل اسلاميه کالج پېښور)
    4. قاضي محمد اسلم خان ( اېډوکېټ پېښور)
    5. مير ولي الله (اېډوکېټ اېبټ اباد)
    6. خان صاحب شېخ عبدالحميد (سينئیر سب جج پېښور)
    7. خان محمد خان خان ( بېرسټر بنو(
    8. اے ايم ډالميا (پرنسپل اېډورډز کالج پېښور) ]ډالميا ددې کمېټۍ سېکتر هم ؤ[

    دې کمېټۍ ته ووئېلے شول چې د دې ملک د مختلفو يونيورسټیو دورې وکړي، د هغوي ائين پۀ ژور نظر وګوري، د هغوي د کار کولو طريقه کار دې وويني او د هغې پۀ رڼا کښې دې خپلې صوبې لپاره د پوهنتون يو وړانديز جوړ کړي. کمېټۍ خپل کار وکړو. اولنے ميټنګ ئې پۀ اتم اکتوبر 1946ز وکړو او يوه ذيلي کمېټي ئې جوړه کړه چې د مجوزه پوهنتون لپاره ائين وليکي. ددغه کمېټۍ ممبران دا وو:

    1. محمد يحيٰ جان خان (وزير تعليم، چئيرمېن)
    2. خان بهادر شاه عالم خان
    3. خان صاحب عبدالحميد
    4. قاضي محمد اسلم خان
    5. شېخ محمد تېمور
    6. اےا يم ډالميا (سېکتر سب کمېټي)

    ذيلي کمېټۍ خپل رپورټ او ائين پۀ جنوري 1947ز کښې جمع کړلو. د ذيلي کمېټۍ رپورټ نه پس مشاورتي کمېټۍ يو جامع پلان حکومت ته وړاندې کړلو.

    اخرکار د تعليم د وزير پۀ حېث ما خپل وړانديز د لېجسلېټو بِل پۀ حېث اسمبلۍ کښې د جمعې پۀ ورځ يويشتم مارچ 1947ز وړاندې کړو. اپوزيشن بائيکاټ وکړلو، ولې ما دا  تجويز وړاندې کړلو چې دا بِل دې سلېکټ کمېټۍ ته حواله شي چې هغې کښې د اپوزيشن او حکومت ممبران ضروري ترميم وکړے شي. سلېکټ کمېټۍ کښې دا ممبران شامل وو:

    وزير اعليٰ ډاکټر خان صاحب، ريونيو منسټر، وزير خزانه، سيد قائم شاه، عبدالقيوم خان سواتي، خان قيوم بېرسټر، خان حبيب الله خان، سردار بهادر خان، نواب قطب الدين، ډپټي سپيکر او اېډوکېټ جنرل.

    ما پۀ اسمبلۍ کښې د پېښور پوهنتون بِل پېش کولو پۀ موقع ووئېل چې،

    "دې هاؤس ته پته ده چې تر اوسه مونږ د پنجاب پوهنتون سره الحاق لرلو، خو لۀ ډېرې مودې مونږ خپلې صوبې کښې د يو ځان له پوهنتون ضرورت محسوسولو چې واک ئې د صوبې د خپلو خلقو لاس کښې وي. د پنجاب پوهنتون دائره کار ډېر وسيع دے او دې پوهنتون خپل ځان نه د امنتحاناتو مشين جوړ کړے دے. زمونږ ضرورتونه دوي نۀ شي پوره کولے. پېښور پوهنتون جوړېدل به نۀ صرف زمونږ خپل ضرورتونه پوره کړي بلکې پۀ پنجاب پوهنتون به بوجهـ هم کم شي."

    زما بِل پېش کولو نه پس عبدالقيوم خان سواتي، خان صاحب، اسد الله خان، پير شهنشاه، عبدالفريد خان، لالا کوټورام، سردار پرتاب سنګهـ، لالا کېول رام او ډاکټر خان صاحب هم تقريرونه وکړل.

    پۀ څوارلسم اګست 1947ز پاکستان جوړ شو او د ډاکټر خان صاحب وزارت برخاست کړے شو. خان قيوم بېرسټر د صوبې وزير اعليٰ مقرر کړے شو. زما د پوهنتون بل پېش کولو نه پس پوره دوه کاله نوي حکومت دا منصوبه ورکه کړله. دې دوران کښې زما د وړاندې شوي بِل ټولې کاپيانې وسوزولې شوې او خان قيوم حکم وکړو چې د پوهنتون بِل ټول رېکارډ دې ضائع کړے شي او يوه داسې فضا ئې جوړه کړه چې د پوهنتون بل هډو له جمع شوے نۀ وي.

    زما پۀ خيال پۀ تاريخ کښې به داسې مثال ملاو نۀ شي چې د اسمبلۍ متفقه قرارداد او د سلېکټ کمېټۍ ټول رېکارډ ضائع کړے شوے وي. هن! تر دې چې کومه پروپوزل کمېټۍ مونږ جوړه کړې وه، د هغې رېکارډ ئې هم ختم کړلو. يوه ورځ شېخ تېمور چې د دغه کمېټۍ ممبر ؤ، ما ته ووئېل چې "ماته  پته نۀ وه چې خان  قيوم به داسې هم کوي."

    بهر حال، دې نه پس ميا جعفر شاه څوک چې د تعليم نوے وزير ؤ او د کانګرس يعني خدائي خدمتګارو پۀ ټکټ ممبر شوے ؤ، خو خان  قيوم سره ملګرے شو. هغۀ د يو نوي پوهنتون بِل وړاندې کړو او منظور شو.

    زۀ پۀ دې خوشحالۍ نه من من غټېږم چې صوبې خپل پوهنتون ترلاسه کړو. د نوي کهول زرګونو ځوانان ترې فائدې اخلي او زمونږ تاريخ دوړو نه لاندې پاتې شو."

    محمد يحيٰ جان خان، فرنټئیرپوسټ، 30 نومبر 1987ز

    )پاتې برخه راتلونکې ګڼه کښې(