Author: Siddiq Nangyal

  • د دروغو مزے لنډ وي – پښتون

    د دروغو مزے لنډ وي – پښتون

    د عوامي نېشنل ګوند مرکزي مشر اسفنديار ولي خان به پۀ جار وئيل چې کۀ چا هم پۀ ما د ټګۍ ټورۍ يوه پېسه ثابته کړه نو جېل ته مې مۀ لېږئ بلکې پۀ دار مې کړئ . ملي مشر به هر ځاے او هره جلسه کښې دا خبره ځکه کوله او ښۀ پۀ زور او شور به ئې کوله چې يو تور پرې لګولے شوے ؤ، يو بهتان پرې تپلے شوے ؤ او د کردار کشۍ يو کوشش ئې شوے ؤ. دا تور يو داسې تن لګولے ؤ چې نن د هغۀ پۀ خور، پۀ هغۀ پۀ خپله او د هغۀ پۀ ملګرو خو د کرپشن، غلا او ټګۍ برګۍ کېسونه او ثبوتونه دي خو مشر لۀ خداے برے او عزت ورکړو او عدالت د اطلاعاتو پخواني وزير شوکت يوسفزے الزامونه دروغ ثابت کړل او پۀ يو اړخيزه توګه ئې پرېکړه د ملي مشر پۀ حق کښې وکړه . مشران وائي “چې غل نۀ ئې نو سپين باز ګرځه”، ځکه نو اسفنديار ولي خان به هر ځاے پۀ چغه وئيل چې حکومت ستاسو دے، ادارې ستاسو لاندې دي، نو چې ما غلا کړې نو ؤ مې نيسئ کنه؛ خو الزام لګوونکي ته د خپلو دروغو پته وه نو پۀ اتۀ کاله کښې ئې بغېر د الزام او کردار کشۍ نه هېڅ ؤ نۀ کړل .

    دې کېس کښې دڅۀ وئيلو ضرورت نشته او ټولې نړۍ ته حقيقت څرګند شو. لمن د چا پاکه او د چا ناولې ده، دا به هم وخت ثابته کړي. خو بايد څۀ خبرو ته ځېر شو. ستاسو ټولو پۀ علم کښې به وي چې د تېرو لسو کلونو نه کله چې يو مخصوص ګوند ته لاره برابرولې شوه نو د تورونو او الزامونو يوه داسې لړۍ پېل شوه چې پکښې د اخلاقياتو کۀ جنازې ووتې نو سياسي اختلافات هم ذاتياتو پورې ورسېدل. هر سياسي مشر ته غل ووئيلے شو او دومره پۀ يو نېب دا کار وشو چې ګوئبلز هم لۀ خلکو هېر شو. بس هر وخت به يو سړے پۀ سټېج ولاړ ؤ او د تورونو او بهتانونو يو سونامي به پۀ غراري وه. نۀ چا تپوس کولو او نۀ چا سوچ کولو. نۀ چا ثبوتونه راوړل او نۀ چا ځان پوهه کول غوښتل خو بس د ړندو پۀ ښار کښې د ګونګي باچاهي وه. بلخوا دې کارونو ته هوا هم ورکړې کېده او پۀ سوشل ميډيا به د پيش نه پشم خان جوړېدو. کۀ چا سمه خبره کوله نو اورېده چا ځکه چې يو سړي پۀ خلکو د تورونو لګولو نيت کړے ؤ او څۀ خلکو ورپسې ښۀ کلک نيت تړلے ؤ نو بس پۀ ډمامو کښې زبېرګے څوک اوري. د الزامونو دا سلسله ډېره زړه ده، پۀ دې چل کۀ پير روښان زورلے شوے نو مغل پرې پښتانۀ هم تقسيم کړي دي، او بيا هم پۀ دې چل پېرنګي هم د پښتنو قوت کم کړے، سکهانو هم دا کار کړے دے. دا الزام صرف پۀ اسفنديار ولي خان نۀ دے لګولے شوے بلکې لۀ دوي مخکښې د دوي پۀ نيکۀ فخر افغان باچا خان هم دا تور لګولے شوے ؤ چې د پاکستان خلاف د فقير ايپي مرسته کوي خو لا تر ننه پۀ ستر خدائي خدمتګار دغه تور ثابت نۀ کړے شو. هم دغه شان د ملي مشر پۀ پلار رهبر تحريک او بې بدله سياسي لارښود خان عبدالولي خان هم ناپوهه خلکو يو وخت کښې دا الزام لګولے ؤ چې د تورخم پۀ لار ورته پۀ کروړونو روپۍ د افغانستان نه راځي. الزام لګوونکو الزام خو ثابت نۀ کړے شو خو ولي خان ورله رنګونه زيړ کړي وو او حکومت ته به ئې وئيل چې تاسو ته زما د پېسو پته وه او ما ته نۀ وه نو ما ته خو ملاو شوي نۀ دي نو ارو مرو تاسو پټې کړې دي او بيا به وکيلان او حکومتي چارواکي د خان عبدالولي خان نه پټېدل. بهر حال دا د نااهله حکومتونو چالونه وي چې لۀ لارې ئې خپل اهداف ترلاسه کوي او د کار خلک بدناموي.. او نن هم هغه دسيسه روانه ده. تاسو وګورئ چې نواز شريف ئې خپله پرېښے ؤ او اوس چې حکومت لۀ هره خوا د ناکامۍ ښکار دے او ماتې ورسره نشته نو اوس بيا وائي چې دغه سړے راولو! لکه دا څۀ شے شو؟ يه خلکه راځئ چې پوهه شو! تر څو به دا مسخرې لګيا وي. څوک دوه سوه اربه ډالره راوړي. څوک پۀ دهلي جهنډا لګوي، دې ګپ ته مو هډو خيال نۀ دے خو د باچا خان پۀ نمسي چې تور لګي نو ټول ئې منو. باچاخان خو پښتنو له ژوند وقف کړے ؤ، ولي خان ورله سياست ګټلے او اسفنديار ولي خان ورله شناخت وګټو خو بدله مو دغه ورکړه! راروان وخت د شناخت دے . ځان به پېژندل وي ګينې لار به ورکه کړو.

  • د پښتون افغان د ټولنيز ژوند سرسري تنقيدي جاج – علي اکبر سيال

    د پښتون افغان د ټولنيز ژوند سرسري تنقيدي جاج – علي اکبر سيال

    ټول پښتانۀ ټولنپوهان (Social scholars) پۀ يوه خبره خو بېخي متفق دي چې پښتو ژبه او قام د پينځه زره کلونو يو لرغونے تاريخ لري. د اسلام نه اګاهو دا خلق پۀ کوم مذهب وو او د دوي اصل نسل څۀ ؤ؟ پۀ دې حقله يوه رايې او د يو فکر وحدانيت نشته. وئيلے شي چې زرتشت، بدهـ مت او د هندومت پۀ تېره تېره ګندهارا ارټ، کلچر او تهذيب او د دوي نخښې نخښانې، اثرات او باقيات اوس هم د پښتنو پۀ سيمه ليدلے او کتلے شي. پۀ (ټېکسلا) اسلام اباد سره نزدې د مارګلې د غرونو پۀ لمن کښې د يو تاريخي ځاے نوم دے، ( پشکلاوتي ) موجوده هشتنغر، چارسده، مردان، ملاکنډ، سوات، کندهار او باميان کښې موجود تاريخي اثار، کنډرات او سټوپې د دې واضح دليل او ثبوت دے. پښتانۀ يهود دي کۀ بني اسرائيل؟ دا هم د تاريخ يوه لويه فکري مغالطه ده. دا چې پښتانۀ ارين دي، دغه دعويٰ تر ډېره حده صحيح او سمه ښکاري. څوک چې دا وائي چې پښتانۀ يهود او بني اسرائيل دي نو د دې مطلب دا شو چې دوي من حېث القوم د عربو نه پښتونخوا ته هجرت کړے دے . ولې پۀ تاريخ کښې ايکي يو هم داسې شهادت نشته چې پوره قوم د يو ځاے نه بل ځاے ته هجرت کړے وي. دغه هجرتونه پۀ ذاتي، خانداني يا قبيلوي شکل کېدے شي ولې پۀ قومي اجتماعي شکل کښې د هجرت سوال نۀ پېدا کېږي چې بسته قوم دې پۀ يو ځاے هجرت وکړي . پښتانۀ هم د دغه غرونو بچي دي پۀ کومو کښې چې دوي د زرګونو کالو راسې اوسېږي. دا يوه لويه تاريخي بدنيتي نۀ ده نو څۀ دي چې پۀ خپلو غرونو، سمونو، مېدانونو او ښارونو کښې موجود تاريخي ثبوتونه، شهادتونو او ګواهي مسترد شي او پۀ تشو قيصو او حکايتونو د قامي شناخت تعين کولے شي. خپل اصل تاريخ محض پۀ دې وجه رد کول چې ګناه ده پۀ کښې، ولې بل طرف ته زمونږ خلق د دې حقيقت نه هم سبق نۀ اخلي چې عرب د اسلام نه اګاهو د دور جاهليت پۀ کلچر، تهذيب او ارټ نن هم نۀ يوازې فخر کوي بلکې د خپل تاريخ د وجود کوټلې حصه ئې هم ګڼي.

    د پښتنو پۀ قومي مزاج کښې مېنځنۍ لاره نشته، ټول عمر پۀ يوه انتها ولاړ وي يا پۀ بله . پۀ “پټهان” نومې کتاب کښې غني خان ليکي:

    “Tolerance in Pathan society is due to a long dose of passiverism given by Bedims”

    پښتانۀ کۀ د بدهـ ازم پۀ شکل کښې انتهائي پرامنه، خاموش او غېرمتشدد بت پرست پاتې شوي دي نو بل خوا ئې د اسلام د خپلولو پۀ نتيجه کښې يو متحرک، د خپل ارټ او کلچر خلاف بت شکن جنګي ذهنيت هم خپل کړے دے . محترم رحمت شاه سائل وائي:

    چې پۀ حالاتو او پۀ فکر کښې تضاد پېدا شي

    پۀ داسې حال کښې د سړي نه لېونے جوړېږي

    د ذکر کړے شوي صورتحال پۀ پس منظر کښې پښتانۀ ورو ورو او پۀ دمه دمه د يو داسې لېونتوب سره مخامخ شول چې د ژوند د هرې ستونزې علاج ئې پۀ توره، ټوپک، چاړۀ چاکو، غشو او نېزو کښې لټول شروع کړل. او يو داسې صورتحال ته را ورسېدل چې د بهرنو جنګونو نه به وزګار شول نو پۀ خپلو کښې به د يو بل سره راونښتل. خوشحال خټک د دغه صورتحال تجزيه پۀ خپله شاعرۍ کښې داسې کړې ده :

    قديمي د پښتنو جهل خرتوب دے

    اوس پۀ تمه د حرص درومي له ميانه

    خداے دې ورک د پښتنو کړي دا درې کاره

    يو بدنيت، دوېم بدجهل بل نفاق

    پښتانۀ واړه ناپوهه دي پۀ يو بل کوي غورزے

    يو چې سر کاندي پۀ پورته بل ئې ووهي مغزے

    پښتانۀ پۀ توره ښۀ دي تر مغلو

    کۀ پۀ پوهه پښتانۀ وې څۀ هوښيار

    پښتانۀ پۀ عقل پوهه څۀ ناکس دي

    کوټه سپي د قصابانو د جوَس دي

    باشاهي ئې د مغل پۀ زرو بائيله

    د مغل د منصبونو پۀ هوس دي

    سرئې هورې کندهار بل ئې دمغار دے

    تر دا مېنځ پرته همه واړه عبس دي

    تيراه مې وليد راغلم ترسواته

    پښتون مې وليد دا لوي لوي ذاته

    عقل همت مې د چا ونۀ ليد

    راغلم پۀ بېرته ناست يم ملاماته

    د پښتنو د بې حسۍ تصور او تصوير غني خان داسې پېش کوي .

    مقبره د مړو ډکه ترې نه ښۀ ده

    د کم عقلو د بې ننګو ښار به څۀ کړم

    خوشحال بابا پۀ يو بل فکر لړزونکي شعر کښې د پښتنو ښځو حقوقو د پائيمال کولو او زورلو تريخ حقيقت داسې پۀ ګوته کړے دے .

    چې د ورور ئې جنازه پۀ کور کښې کښېوځي

    کۀ روا کۀ ناروا پۀ ورېندار پرېوځي

    د پښتو پۀ يو متل کښې د دغه صورتحال ډېره ښۀ تصويرکشي داسې شوې ده “څربه ورېندار پۀ ډنګر لېورۀ راګرځي” مطلب دا دے چې ښځه کله کونډه شي نو هغه کۀ ډېره څربه، ځوانه او ښکلې هم وي، خامخا به د خپل کمزوري، بوډا او بدرنګه لېورښځه جوړېږي. هغې ته دا حق نۀ دے حاصل چې د خپل ژوند فېصله پۀ خپله وکړي.

    خو دغه امر او جبر ته حمزه بابا پۀ يو بل شکل کښې داسې ګوري او وائي:

    د پښتو مزاج مې دومره اسلامي دے

    کۀ اسلام نۀ وے نو هم به مسلمان وم

    خو حمزه بابا د خپلې پورته خبرې پۀ يوبل شعر کښې داسې نفي کوي .

    کۀ باده مې ده اسلام پښتومې ظرف دے

    مزه کاندي پۀ خپل ظرف کښې مشروبات

    حمزه بابا شربت او جام سره بېل کړي هم دي او يوځاے کړي هم. مطلب مذهب شربت دے او پښتو جام. جام او شربت دواړه فطري جوړڅيزونه نۀ دي. دواړه د انسان د لاس جوړ کړے شوي شيان دي. پۀ هېڅ يو وطن کښې جامونه او شربتونه د زمکو، غرونو، دريابونو او سمندرونو د سينو نه پۀ تياره نۀ دي راوتلي. ضرورت د ايجاد مور ده. دغه ضرورت او پېداوار د انساني ټولنې بنسټ دے. د حمزه بابا دا موقف چې “کۀ اسلام نۀ ؤ نو هم به مسلمان وم” درست او سهي موقف نۀ دے. پۀ اسلامي تاريخ کښې د پېغمبر علېه السلام د انقلابي نبوت نه اګاهو د عربو ټول مروجه نظام ته بد رد وئيلي شوي دي. دغه دور د يو ناروا جاهليت پۀ نوم بللے شوے دے. نو کۀ د حمزه بابا پۀ خيال او تصور کښې د عربو قديم جاهليت ظلم او جبر پښتو وي نو بيا خو پۀ حقه دے. لکه څنګه چې د عربو پۀ خاوره د جديد اسلامي انقلاب مزاحمت او مخالفت شوے ؤ. هوبهو پښتنو او پښتونولۍ د سنګر نه هم پۀ جديديت او د ژوند پۀ نوي انداز پۀ خپلولو ډزې او حملې شوي دي. د نن ملا او ملا ئيت د قديمي عربي جهالت د دور د ظلم او جبر او د نن خان او ملک د هغۀ دور د ابو جهل نمائندګي کوي . اسلام چې د مينې، امن او ورورولۍ مذهب دے. د مُلا د جهالت او غلطې تشريح پۀ وجه د کرکې، اړي ګړي او دښمنۍ سبب ګرځېدلے دے. مُلا، خان او ملک درې واړه د انساني ترقۍ ازلي دښمنان دي. ولې رښتونے او سپېځلے د اسلام دين د ترقۍ او سوکالۍ علمبردار دے او د علم د حصول خبره چې کوي نو ترچينه پورې مزل او تګ تاکيد کوي. او بل طرف ته په پښتنه ټولنه کښې د علم او سبق حصول ته پۀ دې انداز پۀ سپک نظر کتل شوي دي.

    سبق د مدرسې وائي

    د پاره د پېسې وائي

    پۀ جنت کښې بۀ ئې ځاے نه وي

    په دوزخ کښې به غوټې وهي

    کله چې د ١٩٦٠ء پۀ عشره (لسيزه) کښې پۀ ټوله دنيا کښې دا عقل لړزونکے خبر خور شو چې انسان سپوږمۍ ته وختو نو پښتنو او د پښتنو مليانو پۀ دغه سائنسي انقلاب نيوکې وکړې او د پاسه ئې پرې دا ټاپه هم ولګوله چې کۀ چا دا يقين وکړو چې انسان سپوږمۍ ته ختلے دے نو پۀ دغه خلقو به ښځې طلاقې وي. او دوي به کافران بللے شي.

    دغه شان کۀ پۀ وړومبي ځل د رېډيو او ټيلي وېژن خبر راغلے دے نو دوي له حېرته ګوته پۀ خلۀ پاتې شوي دي.

    پۀ کال ١٩١٠ء کښې چې کله پېرنګيانو زمونږ پۀ کلي بټ خېله ملاکنډ کښې د اوبو نهر وباسلو او د ملاکنډ نه ښکته پۀ جبڼ کلي کښې ئې د بجلۍ مشين (Power House) جوړولو نو د سيمې خلقو د دغه نهر او بجلۍ مزاحمت او مخالفت کړے ؤ. خلقو به د يو بل نه تپوس کولو چې دا انګرېزان نهرڅۀ له وباسي؟ جواب به دا ؤ چې بجلي ترې جوړوي. نو خلقو به يو سوړ اسوېلے وکړو او وئيل به ئې چې زمونږ د اوبو نه بجلي ووځي نو زمونږ پۀ اوبو کښې به څۀ پاتې شي؟

    پېرنګيانو به زمونږ د ملک ډېر وسائل لوټ کړي او تښتولي خو هم د دغه پېرنګي د لاس نهري نظام، د بجلۍ د مشينانو جوړول، د رېل ګاډو پټړۍ او پاټکونه، پۀ سيندونو او دريابونو د اوسپنو مضبوط پلونه تړل، سړکونه او هسپتالونه، ښوونځي، پوهنځي او پوهنتونونه، د اوسپنو، سيمټو او کاڼو مضبوطې قلا ګانې او چوڼۍ، پۀ پېښور کښې د پېرنګي د لاس جوړ کړے شوي عجائب ګرونه (Museums) چې پۀ کښې د بدهائي او يوناني دور اثار اوس هم محفوظ دي. زمونږخلق ترې لکه د بنو اسرائيلو پۀ ناسته ناسته خوندونه او مزې اخلي. ولې بيا هم پښتنو دغه سائنسي انقلاب ته هرکلے ؤ نۀ وې او پۀ نتيجه کښې ئې پښتانۀ د نوي سائنسي علومو نه محرومه پاتې شو. د انګرېز د دغه سائنسي، تعليمي او متمدنه سټرکچر پۀ برکت د پښتونخوا د نورو سيمو پۀ نسبت پۀ خېبر پښتونخوا کښې پۀ لکهونو ډاکټران، انجينئيران او تعليميافته خلق پېدا شول. او دغه وجه ده چې د افغانستان، قبائيلي پټۍ او جنوبي پښتونخوا پۀ مقابله کښې خېبر پښتونخوا نسبتاً مترقي، متمدنه او تعليمافته سيمه ده.

    د پېرنګيانو پۀ ضد قومي مزاحمتي تحريک بايد پۀ داسې انداز کښې چلېدلے وے چې د يرغلګرو سياسي ارادې غندلې شوې او مزاحمه کړے شوې وې او د هغوي علمي او سائنسي ذهن خپل کړے شوے وے. خو پښتنو پۀ وچو پسې لامدۀ هم پۀ اور پسې کړل. د نوي ژوند او نوي دور سائنسي بدلون ته ئې پۀ سترګو پټۍ وتړلې. او دغه وجه ده چې پښتانۀ پۀ نړۍ کښې د ټولو نه وروسته پاتې خلق دي. اټۍ، دوکان، کاروبار او اقتصادي سرګرميو ته ئې هندوانه رسمونه ووئيل. پۀ حجره او جومات کښې ناست ملا، خان او ملک نۀ يوازې د فطري او سماجي علومو مخه ونيوه بلکې دغه هر څۀ ئې د پښتو پښتونولۍ خلاف سازش وګڼلو.

    مُلا د خان د خلې سړے ؤ. د هغۀ پۀ وظيفو پائيدو، خو پۀ نتيجه کښې د ټولنې عام وګړے د غربت، ذلت، پسماندګۍ، لوږو تندو، بې روزګارۍ، بې تعليمۍ او لاعلاجۍ سره مخ ؤ. خو وروسته چې د خانانو د ملکيتونو تقسيم درتقسيم وشو نو دا متل پۀ وجود کښې راغے چې چار کوټې . پنج ملکان. ابادي ډېره شوه. او پېداوار کم شو. لۀ بده مرغه د پښتنو سره چې کوم الاتِ پېداوار وو هغه هم پينځۀ سوه کاله زاړۀ وو. د ټولنې سماجي او اقتصادي بنسټ. (Socio economic order) پۀ خپل ځاے ولاړ ؤ. پۀ پېداوار او الات پېداوار کښې بدلون رانۀ غے. د ټولنې پېداواري قوتونه لکه کروندګر، بزګر، موچي، ترکاڼ، جولا، ننداف، اينګر وغېره د غېظ و غضب ښکار شول. حجره چې د پښتنو قومي اجتماعي مرکز ؤ د ظلم، جبر او تشدد سنګر شو. د دغه کش مکش پۀ نتيجه کښې بلها طبقاتي جنګونه وشول چې پۀ نتيجه کښې ئې پۀ خېبر پښتونخوا کښې فيوډل ذهنيت ماتې وخوړه. پۀ زرګونو بې زمکې کسانان (کروندګر) د زمکو مالکان شول. د ټولنې کروندګرو لږه ساه واخسته . خو د مزدور کسان دغه طبقاتي جنګ پۀ وړومبي ځل يوه بله ستونزه پېدا کړه. د پښتنو قبائيلي او جاګېردارانه بنسټ مات شو. د ټولنې د ارتقائي قانون لۀ نظره د زوړ نظام د خېټې نه نوے نظام پېدا کېږي. د ټولنې فيوډل جوړښت پۀ زور مات کړے شو. فيوډل ذهنيت هرڅنګه چې ؤ خو پۀ قبائيلي جاګيردار ټولنيز جوړښت کښې د ژوند د تېرولو يو نا ليکلے ائين، قانون او دستور ؤ. کله چې پۀ رواجي سسټم ګزار وشو او د مېنځه لاړو نو بايد د دې پۀ ځاے نوے سسټم راغلے وے. نوے نظام د جديد دور سرمايه دارانه صنعتي او اقتصادي لار وه. يا متبادل سوشلسټ سياسي او اقتصادي نظام پۀ کار ؤ. نۀ خو پۀ ټولنه کښې سرمايه دارۍ جرړې ونيوې او نۀ سوشلسټ سسټم رائج شو. پۀ نتيجه کښې يوه داسې خلا پېدا شوه چې ټولنيز ژوند تار تار او رېز مرېز شو. د مزدور کسان تحريک پۀ کال ١٩٦٠ء کښې مخ پۀ ترقۍ ؤ. پۀ ملاکنډ کښې عوامي خېل تنظيم هم د عامو وګړو د بنيادي حقوقو نعره پورته کړې وه. کله چې پۀ پاکستان کښې د کال ١٩٧۰ء عامې ټولټاکنې (General Election) وشوې. پۀ بلوچستان او خېبر پښتونخوا کښې نېشنل عوامي ګوند پۀ پنجاب او سندهـ کښې پاکستان عوامي ګوند (Pakistan Peoples Party) او بنګال کښې د شېخ مجيب الرحمان عوامي ليګ ټولټاکنې وګټلې. بنګال ته د عددي اکثريتي ګوند پۀ بنياد د حکومت جوړولو حق ورنۀ کړے شو. مشرقي پاکستان يعنې بنګال پۀ بنګله دېش کښې بدل شو. پۀ دغه عشره کښې د پيپلز پارټۍ حکومت، پۀ بلوچستان او خېبرپښتونخوا کښې د نېشنل عوامي پارټۍ حکومتونه ختم کړل . پۀ ولي خان او نورو پښتنو او بلوچو مشرانو حېدراباد سازش کېس جوړ کړے شو. د نېپ له خوا د بهټو د حکومت مزاحمت ښۀ پۀ زور او شور ؤ. بهټو پۀ بلوچستان کښې فوجي اپرېشن پېل کړو او پۀ خېبر پښتونخوا کښې ئې مزدور کسان تحريک له وسله او پېسه ورکړه. چې د خېبر پښتونخوا د جاګيردارانه ذهنيت سره وجنګېږي. مطلب ئې د نېشنل عوامي ګوند کمزورے کول وو. حالانکې پۀ دغه دور کښې اصلي جاګيرداري پۀ صوبه سندهـ او صوبه پنجاب کښې وه. خو پۀ سندهـ او پنجاب کښې مسلح طبقاتي جنګونه ونۀ شول. او دغه کار ئې د پښتون کروندګر او بزګر نه واخست. د وړو وړو خانانو خلاف ئې وجنګول. دغه مزدور کسان تحريک چې پۀ اصل کښې د چين د کميونسټ تحريک د اثر لاندې ؤ او افضل بنګښ، شېرعلي باچا او نورو مترقي خلقو ئې مشري کوله. ماته ډېر ښۀ ياد دي . زۀ ماشوم وم . ميزارې (بټ خېله کښې د کسان تحريک ګړهـ ) ته د مزدور کسان پارټۍ يوې جلسې له تلے وم. ارواښاد افضل بنګښ او نور مشران هم ورته راغلي وو. هر اړخ ته سرې جهنډې وې. د کروندګرو او بزګرو سره غټ غټ کوتکونه،ټوپکونه او تماچې وې. ماشومانو هم د لوبو ټوقو کهلونې واړۀ واړۀ ټوپکونه غاړې ته اچولي وو. پۀ دغه موقعه ماته د ارواښاد افضل بنګښ د خولې يوه جمله اوس هم ياده ده. د يو ماشوم نه ئې تپوس وکړو چې تۀ به د خپل ټوپک نه څۀ کار اخلې؟ هغۀ ورته ووئيل. “زۀ به پرې خان وژنم” . افضل بنګښ ماشوم پۀ شا وټپولو، داد ئې ورکړو، خوشحاله شو او ورته ئې ووې “خان درنه ژوندے پاتې نۀ شي”. پۀ دغه وسله بند جنګ کښې د دواړو طبقو ځاني مالي او بدني زيانونه وشول. بلها خلق پکښې مړۀ، مات ګوډ او ټپيان شول. بل اړخ ته پۀ خېبر پښتونخوا کښې يو بل مترقي سياست هم مخ پۀ ترقۍ روان ؤ. مختيار باچا، افراسياب خټک او لطيف اپريدے د دغه مترقي سياست سر لښکران وو. دوي به تش پۀ نوم د زنده باد، مرده باد چغې نۀ وهلې. د دوي د سياست بنياد علمي، کتابي او عملي وو. خو د دغه سياسي ګوند چې د کارخانې پۀ مزدورانو کښې کومه څانګه وه د ټرېډ يونين پۀ شکل کښې، هغه ډېره رېډيکل وه. د مزدورانو د مترقي سياست مرکز د چارسدې د کاغذ او چينو غټې غټې کارخانې وې. دغلته د مزدورانو مضبوط سياسي تنظيم ؤ. هر وخت به دمل مالکانو(Mill owners) خلاف جلسې جلوسونه کېدل. د دغه رېډيکل ټرېډ يونين سرګرميو بده چاره دا وشوه چې د چارسدې او خواوشا د صوبې ټولې کارخانې بندې شوې. د ګدون امازۍ انډسټرئيل زون ختم کړے شو. د چارسدې غټې غټې کارخانې د ولي خان د کور سره نزدې وې . نۀ يوازې د چارسدې ميلونه بند شو بلکې د خېبر پښتونخواټولې کارخانې بندې شوې. پۀ دغه دورکښې پۀ ملاکنډ ايجنسۍ کښې يوه سياسي مقدمه پېل کړې شوه.”دملاکنډسازش کېس” پۀ نوم. پۀ دغه سازش کېس کښې د نورو نه علاوه افراسياب خټک، سرفراز محمود، رحمت شاه سائل، مکرم خان، نظيف خان، تجمل حسېن قائل، صاحب شاه صابر او مسلم شاه اېډوکېټ ګرفتار شول. پۀ دوي د پاکستان، نظريه پاکستان او اسلام دښمنۍ تور پورې کړے شو. او د روس اېجنټان ورته ووئيلے شو. دغه مقدمه دوه کاله وچلېده. د بټ خېلې پۀ ټاون کمېټي هال کښې د کرنل تاج پۀ مشرۍ کښې سپېشل ملټري ټربيونل جوړ کړے شو. د مقدمې سماعت به روزانه کېدو. اخر دوه کاله پس مقدمه ختمه شوه او ملزمان پۀ باعزته توګه بري کړے شول. زۀ پۀ دغه دور کښې د يوولسم جماعت طالب علم وم. افراسياب خټک چې پۀ فوځي ټربيونل کښې کوم ليکلے بيان اورولے ؤ دغه بيان پۀ پېښور کښې ماله مختيار باچا راکړے ؤ. زۀ ملاکنډ جېل ته راغلم. د افراسياب خټک سره مې ملاقات وکړو او دغه بيان مې ورته حواله کړو. پۀ مجموعي ډول مزدور کسان پارټۍ د اولسي او سياسي بېدارۍ يو مهم کردار ادا کړے دے. ولې پۀ پښتنه ټولنه د دغه مترقي سياست دوه خراب اثرات پرېوتل. چې د مزدور کسان تحريک پۀ نتيجه کښې ټولنيز ژوند د اړي ګړي ښکار شو. او د کميونسټ تحريک د رېډيکل ټرېډ يونين د سرګرمو پۀ وجه د صوبې کارخانې بندې شوې.

    دغه د کال ١٩٧٠ء عشره (لسيزه) پۀ سيمه ايزو (علا قائي) حالاتو کښې د تاريخي بدلون او تغير پۀ ملي او بېن الا قوامي سياست کښې د يو ډېر لوے طوفان، ناقلارۍ، اړي ګړي، قتلونو او مرګونو، جنګ او جهاد بنياد وګرځېده . پۀ کال ١٩٧٧ء کښې د بهټو د حکومت تخته الټه کړې شوه . جنرل ضياالحق پۀ پاکستان کښې مارشل لاء نافذ کړه. پۀ کال ١٩٧٨ء کښې پۀ افغانستان کښې د ثور انقلاب وشو. سردار داود قتل او نورمحمد تره کي اقتدار ترلاسه کړو. پۀ کال ١٩٧٩ء کښې پۀ ايران کښې د شاه ايران رضاشاه پهلوي پۀ ضد د امام خمېني انقلاب برے وموندو.

    پۀ پاکستان، افغانستان او ايران کښې سياسي بدلونونه د فکر او نظر د لارې د يو بل نه بېخي بدل وو. د پاکستان د فوځي کودتا پۀ شا د مذهبي او انتها پسندۍ عنصر ؤ. دغه کودتا ته د امريکې، يورپ او مشرق وسطى د مطلق العنان حکمرانانو مرسته او ملاتړ حاصل ؤ. د افغانستان د ثور انقلاب د فکر و نظر له اعتباره اشتراکي انقلاب ؤ کوم ته چې د هغۀ وخت د بېن الا قوامي سوشلسټ کېمپ مرسته او ملاتړ حاصل ؤ او دثور دانقلاب پۀ دفاع کښې روسي فوځونه افغانستان ته راغلل. د ايران انقلاب يو کټر شيعه انقلاب ؤ او پۀ تاريخ کښې پۀ وړومبي ځل يو مذهبي شيعه رياست دوام وموندو.

    د علاقائي صورتحال دغه بدلون د پښتنو پۀ ټولنيز ژوند بدې چارې وکړې. د افغانستان د اشتراکي انقلاب خلاف، پاکستان د بېن الا قوامي سامراج او د هغۀ د بړيسو يوه مضبوطه قلا او مورچه جوړه شوه. د ټولې نړۍ جنګي او جهادي قوتونه پۀ پاکستان کښې راجمع شول. عرب، ازبک، چېچن، تاجک، پنجابيان، چينيان، پښتانۀ او نور ګڼ ترهګر تربيه کړے شول او د امريکې پۀ مشرۍ کښې پۀ افغانستان کښې د کفر او اسلام جنګ پېل کړے شو. افغانان د غرونو، غارونو، کلو او بانډو نه راپورته کړے شول او يو ځاے بل ځاے ته ئې هجرتونه وکړل. د لکهونو پۀ تعداد کښې افغانان کوټې او پېښور ته هم راغلل. پۀ دغه دور کښې ډالرونه، ريالونه او درهمونه لکه د باران را ورېدل. افغانستان او پاکستان ته پۀ ډېره لويه پېمانه وړه او غټه وسله راوړلې شوه. د افيمو او هيروئينو يوه بېن الا قوامي دنده هم شروع شوه. پۀ پاکستان کښې ځاے پۀ ځاے جنګي او جهادي کېمپونه جوړ کړے شول. د پښتنو ماشومانو او ځوانانو د پاره پۀ امريکه کښې د پښتو درسي کتابونه او نور جنګي او جهادي لټرېچر تيار شو. د جهاديانو پۀ جلسو جلوسونو کښې به د سي ائي اے او موساد اېجنټانو د نعره تکبير الله اکبر نعرې وهلې. او دغه شان د پښتنو پۀ سيمه د مقدس جنګ او جهاد اغاز وشو. د توپونو، ټېنکونو، توغنديو، بمبار الوتکو او کلاشنکوفونو غړمبار جوړ شو . ځاے پۀ ځاے مائينونه لکه د فصلونو وکرلے شول. سيمه ټوله بارود بارود شوه. د سوشلزم او سرمايه دارۍ جنګ خپل منطقي انجام ته ورداخل شو. د يوې لسيزې د افغان جنګ وروستو د يوې بين الا قوامي معاهدې لاندې د افغانستان نه روسي فوځونه ووتل. د ډاکټر نجيب الله خلاف حالات خراب کړے شول او هغۀ پۀ کابل کښې د ملګرو ملتونو پۀ دفتر کښې پناه واخسته. د کال ١٩٧٨ء نه تر کال ١٩٨٩ء پورې د افغانستان اندروني امن او سلامتي ښۀ مضبوطه وه. د ډيورنډ لائن اخوا دېخوا به جنګي هلې ځلې کېدې. حسب معمول د لرو پرتو علاقو نه د افغانستان کلي او ښارونه پۀ توغندو ويشتے کېدل. خو د ډاکټر نجيب نه پس چې افغانستان اول د مجاهدينو او بيا د طالبانو لاس ته ورغے او بيا پۀ تېره تېره چې کله پۀ کال ٢٠٠١ء کښې امريکې او ناټو پۀ افغانستان کښې فوځي مداخلت وکړو نو د دې نه پس صورتحال بېخي بدل شو. دغه جنګ پۀ اصل کښې د روس او امريکې جنګ ؤ. ولې د دغه جنګ مرکز نۀ ماسکو ؤ او نۀ واشنګټن، نۀ سعودي عرب او نۀ يروشلم . د دغه خونړي عالمي او تاريخي جنګ مرکز د پښتنو کور ؤ. د بې وزله او غريبو پښتنو کور. د دين او دنيا نه بې خبره د غرونو پۀ لمنو کښې د اودۀ پښتنو کور. د ٢٠ نه تر ٤٠ لکهو پورې خلق پکښې لکه د خرېړو خيدک شول. د خاورو خټو کورونه او قلا ګانې ونړېدې. د ښارونو تمدن لوټې لوټې شو. کتابونه او کتابتونونه وسېزلے شول. د وطن شنۀ خالونه او سپين مخونه لۀ نظره شول. د پښتو پښتونولۍ د ننګ، ناموس او غېرت تصوير او تصور داغ دار شو. جنګ او جهاد، وژل او حلالول د خلقو د امدن ذريعې وګرځېدې. پۀ پښتو، مذهب، انسانيت او مينه محبت اور ولګېدو. د ثواب ترلاسه کولو او د ګناه نه د توبې وخت تېر ؤ. د خاورو او بارودو دندوکار سترګې شمکورې کړې او ړندې کړې وې. د توپونو، ټېنکونو، توغنديو، د بمبار الوتکو او چورلکو د اوسپنو ګولې او د بمونو د پترو نه علاوه پۀ اسمان کښې نور څه نۀ وو.

    د پورتني ابتر صورتحال تجزيه پۀ لنډوټکو کښې داسې هم کېدے شي. جنګ د روس او امريکې ؤ. وسله او پېسه هم د دوي وه. مفادات، منصوبه بندي او لوبه هم د دغه غټوعالمي طاقتونو وه. هاغه وخت پۀ روسي طاقت دا الزام ؤ چې دوي د افغانستان د لارې د مشرقِ وسطٰى پۀ ګرمو اوبو يعنې د تيلو پۀ ذخيرو قبضه کول غواړي. بل اړخ ته د تېلو پۀ دغه ذخيرو د مخکښې نه د امريکې او د هغۀ د اتحاديانو قبضه وه. د مشرقِ وسطٰي تېل د امريکني او يورپي اتحاد (سرمايه دار بلاک) د اقتصاد شاه رګ ؤ او دے.

    دوېمه وجه د روس او امريکې ترمېنځه فکري او نظرياتي اختلافات هم وو. روس د عالمي سوشلسټ کېمپ او تحريکونو سرپرستي کوله او امريکې د عالمي سرمايه دارانه نظام د دفاع او مشرۍ ټوپک پۀ غاړه کړے ؤ. هم دغه رنګ د افغانستان خلق پۀ دوو حصو کښې تقسيم وو. يوه ډله د سوشلسټ کېمپ مرستياله او بله ډله د امريکې سره ولاړه وه. د امريکې پۀ صف کښې د يورپ سرمايه دار هېوادونه، د مشرق وسطٰى مطلق العنان حکمرانان، اسرائيل او پاکستان شامل وو. پۀ امريکني صف کښې د پاکستان مذهبي ګوندونو د روس خلاف د سپېځلي او مقدس جهاد پۀ نوم ديني او اسلامي فريضه ادا کوله. پۀ پښتو پښتونولۍ، پۀ دين او اسلام مئين ساده باده پښتانۀ ئې د کفر خلاف جنګ او جهاد ته راپارول. پۀ زرګونو او لکهونو خلق ئې تربيه او مسلح کړل. د ثور د انقلاب او روس خلاف ئې وجنګول. پۀ نتيجه کښې د افغانستان انقلاب ناکامه او روس پۀ يو شمېر رياستونو کښې تقسيم شو. امريکا او نور يورپي هېوادونه خپلو خپلو استانو ته واپس لاړل. د دغه جنګ او جهاد پۀ نتيجه کښې پښتنو ته څۀ پاتې شول؟ هېڅ هم نۀ. تش وران وطن. د مړو ډکې اديرې او د جنګي سازوسامان سکرېپ (کباړ) دغه ګټه وه چې افغانانو پښتنو د دغه جنګ نه پورته کړه. حالانکه پۀ دېرش لکهه شهيدانو نۀ يوازې اېشيا بلکې مرکزي اېشيا او مشرقِ وسطي هم ازادېدلې او ترلاسه کېدې شوې. ولې پښتانۀ خو خداے تش د شهادت د پاره پېدا کړي دي. دنيا او پۀ دنيا کښې د مينې، امن او جنتي ژوند د پښتنو د پاره هېڅ معني نۀ لري . افغانان / پښتانۀ پۀ ځان پوهه نۀ شول. ټول عمر خلقو د دوي نه د جنګ د بټۍ خشاک جوړ کړل. او بيا ئې هم عقل سر له نۀ راځي. د کوم قام پۀ سر کښې چې عقل او دماغ نۀ وي هغوي به ټول عمر د بل د پاره استعمالېږي.

    روس دے کۀ امريکه، چين دے او کۀ بل کوم ملک، د هر چا پۀ خپلو خپلو مفاداتو نظر دے. پۀ دغه سيمه د قدرتي وسائلو قبضه کولو، خوړلو او هضمولو چکر دے. نن د هر چا د پښتنو پۀ غرونو او زمکو کښې پۀ پټ قدرتي دولت سترګې او نظر دے. پۀ دغه وسائلو کښې د جنګ او ډرامې هر لوبغاړے خپله خپله حصه قبضه کول او اخستل غواړي. د ګوادر پورټ چې يو ډېر لوے بېن الا قوامي اقتصادي او کاروباري ارزښت لري امريکه او خليجي رياستونه پۀ خپله ولقه او قبضه کښې اخستل غواړي او يا دغه منصوبه ناکامه کول غواړي. چې پۀ بېن الا قوامي صنعتي او اقتصادي هلو ځلو کښې د چين مخه ونيسي. د کاشغر او ګوادر ترمېنځه چې به کومه موټر وے او د رېلوے پټړۍ جوړولې شي، دغه به د پښتنو پۀ سيمه تېرېږي. او هم دغه وجه ده چې د کاشغر او ګوادر ترمېنځه پۀ دغو لارو ګودرو کښې اړے ګړے او جنګي سرګرمۍ ښۀ پۀ عروج کښې دي. داسې امکانات هم شته چې د ډيورنډ د کرښې خواوشا ته يو بل رياست په وجود کښې راشي پۀ کوم کښې چې به سرتېري او انتها پسند روزلي او پاللي شي. د بلوچستان ټولنيز اړے ګړے هم د دغه منصوبې يوه حصه کېدے شي. بل خوا د امريکې او ايران ترمېنځه تازه لاس ليک (معاهده) د دې خبرې غمازي کوي چې د ګوادر منصوبه پۀ شريکه له مېنځه يوسي. د افغانستان او امريکې ترمېنځ سيکورټي پلان لاس ليک هم پۀ دغه منصوبه د مېخ د ټک وهلو اندېښنه څرګندوي. ښکاري داسې چې پۀ دغه بېن الا قوامي لوبه کښې به د پښتنو نه د څوکيدار کار اخستلے شي. کومه چې درسته او مناسبه رويه او منصوبه نۀ ده. کومه لوبه چې پۀ دې سيمه کښې روانه ده بايد پښتانۀ دې ته بېدار او چمتو شي. او د خپلو اجتماعي قومي مفاداتو د حصول رول ولوبوي. ګينې نو د تاريخ دا متل به بيا د سره شي چې لېچې دې لا لا وهي نمړۍ دې عبدالله وهي. لوبه دې زما پۀ سر کېږي او زۀ دې پکښې نۀ يم. دا نۀ شي کېدے. داسې هېڅوک کولو ته پرېښودل نۀ دي پۀ کار. ترهغې چې زما د اولس ګټه او مفادات پکښې خوندي نۀ وي. د پښتنو د پاليسۍ بنياد پۀ دې نعره اېښودل پۀ کار دي چې د نړۍ هر وګړے او هر هېواد زما دوست او خوا خوږے دے څوک چې د پښتنو پۀ سيمه کښې د امن، ترقۍ او خوشحالۍ فکر او احساس لري او هرهغه وګړے او هېواد چې د پښتنو کورته اور اچوي، زمونږ ازلي دښمن دے. د دې د پاره ضروري ده چې پښتانۀ د خپل کلچرل دين يعنې د پښتو د پنځم مذهب نه بهر را اوځي. پۀ خپلو زړونو او ذهنونو کښې وسعت (ارتوالے) پېدا کړي. ټول يو موټے يوه نعره شي. او د خوشحال بابا پۀ دې سوچ او فکر عمل پېل کړي چې:

    څو دې توان کېږي پۀ لوے درياب کښې اوسه

    پۀ ويالۀ کښې دې انجام وينم نهنګه

  • قامي ټولنيز شعور او پښتنه ټولنه – مولانا خانزېب

    قامي ټولنيز شعور او پښتنه ټولنه – مولانا خانزېب

    پښتانۀ چې پۀ نړۍ کښې زرګونه کاله قدامت لري، خپل تاريخ، جغرافيه، ژبه، کلتور، او څۀ کم سل مليونه نفوس لري د نړۍ پۀ سر خپل يو سالم روغ رمټ څۀ کم درې سوه کاله پخوانے منل شوے رياست لري. د جنت پۀ څېر خوندوره اب و هوا او د قدرتي شتمنو، معدنياتو نه ډکه زمکه لري او د دې هر څۀ سره دا چې د نړۍ د جغرافيې پۀ لړمون کښې دننه داسې يو جغرافیائي ارزښت لري چې د زرګونو کاله نه واخله تر اوسه د نړۍ هر زورور ئې د نيولو ارمان کړے او د سکندر نه تر امريکا پورې د وخت هر بادار دلته رارسېدلے خو لکه څنګه چې سکندر د باجوړ پۀ سیمه پښتنو مات کړے ؤ هم دغه غرور تر د امريکا پورې پۀ دې جغرافيه کښې مات کړے شوے خو له بده مرغه ددې دومره لوې لوې مفاخرو سره پښتانۀ نن هم پۀ خپله خاوره بې واکه دي، بې وطنه دي ، بې ستره او بې امنه دي . جنګونه خلک د افغانیت پۀ غرور وګټي خو د وېش پۀ وخت کښې د افغان د قام او خاورې ګټې څوک نۀ يادوي او نۀ ئې څوک ژغوري.

    پۀ مېدان ما جنګوي ماله شاباسے راکوي

    خو د مېدان پۀ وېش کښې نۀ مني زما شهيدان

    د خپلو پينځۀ زره بنديانو لوظونه تړونونه خو پۀ “دوحه” کښې کېږي خو د څلوېښت لاکهه کونډو شوو پښتنو سرتورو غم څوک اوس هم نۀ ژاړي او خپله د څوکۍ د ارمانونو د ډولۍ جنج نن هم د پښتنو د لکهونو کالبوتونو پۀ اوګو راوړل غواړي. د کرسۍ د نيولو او راتللو پلانونه خو لرل شي خو د جنګ پۀ لوخړو کښې د برباد شوي وطن نېک مرغه راتلونکے نۀ يادول شي. اخر ولې او لامل ئې څۀ دے ؟ ځکه چې دپښتنو ټولنه د قامي شعور نه لرې پرته او لرې ساتل شوې. هم دغه سبب دے کۀ دپښتنو ټولنه پۀ اجتماعي توګه پۀ قامي شعور سمبال وے نو اول به د قام او د خاورې خبره کېدله، اول به د قام او د وطن د امن او سولې خبره کېدله او هره ورځ به د نړۍ ټول مقدس جنګونه زمونږ پۀ خاوره نه کېدل. ايا د ازل نه تر ابد دا خوش بختي ځان له د پښتنو پۀ غاړه ده چې د هر زورو ښکر به مونږ پخپله خاوره کښې ماتوو او د هر زورو د مړو نه به د خپل وطن اديرې ډکوو. زۀ وايم لږه نوره نړۍ دې هم پۀ دې مقدس جګړو کښې خپله ونډه پۀ خپله جغرافيه کښې واخلي . چې د کوم وخت نه دپښتنوجغرافیایي وجود مات کړے شوے، د قام پۀ ملا توره کرښه راښکل شوې له هغه وخت نه تر ننه پورې پښتانۀ د زوال او قامي بدبختو سره مخ شوي دي ځکه چې پۀ نړۍ کښې د هر قام د هرې بدبختۍ علاج خو اسان وي خو کۀ قام مات کړے شي نو دهغې ژغورل د ټولو نه ګران وي . ددې قام هره لسیزه پۀ غمیزه بدله شوې ده، اود نړۍ د هر زورور د ستم پۀ اسانه ښکار شوے دے.

    پۀ داسې وخت کښې چې قامونه د پرمختګ پۀ لوري مزل کوي د بده مرغه پښتانۀ د زوال پۀ لوري روان دي، کۀ یو لوري ته د ژبې د زوال سره مخامخ دي، ولې بل لوري ته د کلتور پۀ ژغورنه کښې هم لا بریالي نۀ دي.

    کۀ یو لوري ته د نړیوال سیاست سره غاړه غټۍ او اموخته نۀ دي نو بل لور ته د قامي مرکزيت او د قامي بې شعورۍ د رنځ سره مخ دي.

    زمونږ نه پس زمونږ راتلونکي نسل

    زمونږ قبرونه کۀ پۀ کاڼو باندې ؤ نۀ ویشتل

    دا به واقعي د يويشتمې صدۍ

    نوي ساده او شریفان خلک وي

    سائل صېب

    پۀ نړۍ کښې د زرګونو کالو انساني تجربه د ژوند شتون پۀ اړه داده چې هغه ټولنه، وګړي او د هغوي د چاپېريال کلتور هله بچ پاتې کېږي چې د وخت سره بدلون او اصلاح قبلوي . دغه د بدلون عمل چې کله هم وي نو داد يوې ټولنې د ژوند نخښه وي، اوس بدلون خو راځي او خامخا راځي خو دغه بدلون د خپلې ټولنې پۀ حق کښې د ښېګړې ګرزول او د خپل تاريخ او کلتور سره تړل شوے جوړول دا د قام دننه د پوهانو او مصلحينو ازمېښت وي چې ډېره لويه سینه، کار، زيار او زغم غواړي .کۀ چرته د ټولنې پوهه دماغ بېدار وي او نېغ پۀ نېغه پۀ خپله ټولنه کښې د ټولنيز قامي شعور څارونکي وي نو بیا دغه اولس هېڅوک نۀ شي بې لارې کولې خو کۀ چرته د ټولنې پوهه خلک غلي شي، وېرېږي او هسې تماشه کوي نو مېنځ ته يوه خلا راشي او قانون فطرت بیا هم دادے چې خلا کله هم تشه نۀ پاتې کېږي بلکې ډکول شي او ډېره پۀ بد ډول ډکول شي.

    دغه خلا به پۀ ډېر يو مکروه شکل کښې ډکه کړې شي او نتيجه به ئې دا وي چې هرڅوک به قانون پۀ لاس کښې اخلي، د خپل ځان اصلاح کولو پۀ ځاے به د بل سمول غواړي، د پوهې او رڼا پۀ ځاے به د سخت دريزۍ نه کار اخلي او پۀ وړو وړو خبرو به يو بل ته د کفر نسبت کوي، د عمل پۀ ځاے به تشو تقريرونو ته خوشالېږي، د خپلو اتلانو پۀ ځاے به پۀ پردو اتلانو مئين وي او پۀ نتيجه کښې به ددوي قامي ستونزې ډېرېږي. خو د ټولنيز لېونتوب پۀ وجه به قامي ستونزه څوک خپله ستونزه نۀ ګڼي او د دوي وسائل به لوټ کېږي د دوي ټولنه به د غريبۍ ښکار کېږي او څوک چې ورته سمه او درسته او د سړيتوب خبره کوي نو هغه به ئې پۀ غوږ نۀ لګي. نن سبا هم دا حالت د پښتنو د ټولنې دے چې څوک ئې څومره شر فساد او بدبختو ته ورچپه کوي نو هغه ډېره ښۀ مني او پۀ دې خبر هم نۀ دي چې قامي وسائل مو څۀ شو، خپلواکي مو څۀ شوه او قامي ستونزې مو څۀ دي خو بس هروخت د جنګ او مرګ خبرې دي.

    د نړۍ تاريخ د انساني ژوند نه راشروع کېږي، يو انسان دوه شي، کور شي، کهول شي، قام شي، او پۀ يوه جغرافيه باندې د خپل معدني وسائلو پۀ زور ژوند کوي او متمدن او پرمختللي رياست ته ورننوځي ! نو بيا پوښتنه داده چې دا قام غلام ولې شي؟ وږے ولې شي؟ ذليل، خوار ستړے ، ناسياله ، ليونے او پۀ خپله خاوره بې واکه ولې شي؟

    او بل اړخ ته هم دغه انسان چې قام شوے دے، موړ ولې دے ؟ واکمن ولې دے او سيال ولې دے؟

    کۀ څۀ هم د قاميت د سياست د فلسفې سره اړوند ډېرې پوښتنې دي خو جواب ئې هغه چاته معلومېږي چې قامي سياست کوي او ورسره هم ددغه پوښتنو د جواب لپاره ئې د قامي سياست تاريخي مطالعه کړې وي او د‌نړۍ هغه قامونه چې ازاد وو، بيا غلام شو او بيا څنګه ازاد شو پۀ بشپړ ‌ډول معلومات ورسره وي. د خپل تاريخ پۀ رڼا کښې خپل دوست دشمن پېژني او هغه بيا د ازادۍ او غلامۍ فرق کولے شي او د جزباتو پۀ ځاے د پوهې پۀ وسله قامي مبارزه کوي او قامي شعور خوروي.

    هغه قام غلام کېږي چې پۀ خپل مېنځ کښې فکري يووالے، ملي يووالے، جغرافيائي يووالے، ملي تشخص، ملي انصاف، اقتصادي تړون، قامي سياست، د پوهې، علم، هنر د قامي ترقۍ، قامي کلتور، قامي تاريخ، قامي اتلان، قامي نفسيات پۀ خپل مېنځ کښې خوندي نۀ ساتل او د يادو قامي شناخت د جزياتو نه ناخبره پاتې کېدل د يو قام د غلامۍ سوب جوړېږي چې پۀ نتيجه کښې ئې د خپلې قامي اجتماعي حافظې نه لرې وځي. ځکه دا د قاميت په فلسفه کښې قامي حافظه بلل کېږي، قامي حافظه نۀ ساتل پۀ قامي غلامۍ د مېخونو ټکول او وهل دي.

    او بيا هغه قامونه چې خپله خاوره لکه د مور ساتي ، قامي شناخت، قامي حاکميت، قامي وسايل قامي خپلواکي او منصفانه رويه پۀ قام کښې ساتل د ياد قام حافظه غښتلې ساتي، او پرله پسې قامي سياست کوي. داد ياد قام خپلواکي او وجود تر ډېره وخته ساتي کۀ څۀ هم ياد قام پۀ شمېر کم ولې نۀ وي.

    دوه فکرونه د بادار او غلام قام تر مېنځ شتون لري چي يو فکر د ازادۍ او بل فکر د غلامۍ دے، د دغه دوو فکرونو تصادم ته د قامي مبارزې سياست وئيل کېږي .

    د نړۍ پۀ تېر تاريخ کښې پۀ لوېديځ کښې پۀ لومړي ځل د قامونو ښکېل پۀ مذهبي رسۍ شوے و خوچې کله قام بېدار شو نو باشعوره اشخاصو پوپ او مذهبي علامتونو ته ماتې ورکړه او د يو وخت پورې نړۍ د جاګيردارو پۀ ولقه کښې ښکېل وه چې لا اوس هم څۀ نه څۀ شتون پۀ وروستو پاتې نړۍ کښې پۀ نۀ څۀ څېره لري. بيا د قامونو ښکېل د سرمايه دارۍ پۀ ځبېښاک او استحصالي شکل کښې وشو چې يو قام وږے وساتي او د هغه قام وسائل او افرادي قوت د استعمار دپاره پۀ کار راوستل شي‌ چې پۀ تاريخ کښې مثالونه دافريکن ايسټ انډيا کمپنۍ، ډېچ جرمني ايسټ انډيا کمپنۍ،ايسټ انډيا کمپنۍ دي او يا اوسني نړيوال قرضه ورکوونکي بېنکي شبکې. دا هغه زورواکانو جوړې کړې وې چې د ټولې نړۍ اولس ئې وږے کړے ؤ او بيا ئې د ځان سره پۀ خپل وطن کښې مزدور کړے ؤ . معاشي استحصال هغه جبر دے چې هېڅ کله هم محکوم قام ترې نه خلاصېږي هغه کۀ پۀ خپل مېنځ کښې وي کۀ د بل قام له خوا وي ، د محکوميت وجه ئې دا ده چي محکوم قام په مذهبي، قبائلي، روايتي د ماضي په جمود کښې ښکېل وي او د خپل قامي سياست نه ئې په مراعاتو او ړندو فلسفو لرې ساتي.

    هر هغه قام چې نوي ايجادات کوي او يا هغه قام چې نوي ايجادات خپلوي، مثبت ټولنيز بدلون ته اماده وي، هغه هېڅ کله نۀ محکوم کېږي او هغه قام چې نۀ علم کوي اونۀ هنر لري او نۀ ترقي پسندي خوښوي هغه قام به غلام وي او تل به وي.

    مثال ئې داسي دے چې کله د پينځلسمې پېړۍ پۀ نيمائي کښې پۀ جرمني کښې د چاپ مشين ايجاد شو، اوږدۀ کارونه ليکونه ئې را لنډ کړۀ خو پۀ خلافت عثمانیه کښې تر د 1890 پورې لا پۀ پرېس مشين بندېز ؤ او تش پۀ ترکي کښې 40000 کاتبان ناست وو. هر څۀ پۀ لاس ليکل کېدل او لوېديځ پۀ منډه روان ؤ. د جرمني او د خلافت عثمانیه پۀ چاپ کښې 100/ 10 فيصدي توپير ؤ.

    د پښتون وطن د تقدیر فېصلې د اغیارو پۀ لاس کښې دي پۀ څه کم سل مليونه نفوسه مشتمل قام د خپل راتلونکي فېصله خپله نۀ شي کولې، څوک ئې د وطن پۀ لوټلو هم صرفه نۀ کوي، څوک ئې ژوند پۀ نۀ بیعه اخلي او څوک ئې ډېر پۀ کم نرخ پلوري . څوک ئې پۀ ژبه،تاریخ،کلتور،سیاست ملنډې وهي او څوک ئې د عزتونو پۀ نیلام کولو بوخت دي.

    ددې هرڅه لاملونه څۀ دي؟

    يو د سیاست پۀ حواله د قامي ټولنيز شعور نه لرې والے دے، کوم قامونو کښې چې قامي شعور وي نو هغه هېڅکله څوک ښکېل کولے نۀ شي او نۀ ترې څوک د خپلې خاورې واک اخستے شي . مذهبي لېونتوب ، پۀ قبائلي کرکو ټولنه ښکېل پاتې کېدل، د خپل قامي تاريخ او اجتماعي حافظې نه ځان غوڅ پاتې کول او د قام پۀ شريک ډول پۀ يو مرکز نۀ راغونډېدل او قامي بيانیه د انتشار ښکار کېدل د پښتنې ټولنې بنيادي رنځونه دي چې پۀ نتيجه کښې دا ټوله ټولنه د زمانو نه رنځوره ده. کوم خلک چې د باچا خان پۀ شان د اتلانو د سياسي فکر نه الهام اخلي نو هغوي د هر ښکرور سره د زمانو نه پۀ ډغره دي خو چې قام بېدار نۀ شي، د خپلو ستونزو حل پۀ خپله غاړه وانخلي نو د قامي رنځونو نه علاج به نور هم ګرانېږي او د قام د سیالۍ ارماژن به هم د وخت د هرې بدبختۍ سره ښکر پۀ ښکر وي، پۀ خپل وس به پړۀ وي خو پۀ ميدان ګټلو نه.

    د نورلسمې پېړۍ د سماج فلسفي کارل مارکس وائي چې پۀ ټولنه کښې د يو وګړي شعور د وجود انځور وي څنګه چې وجود وي نو هغه شان به ئې شعور وي يعنې د يو وګړي وجود د هغۀ د شعور ټاکنه کوي. د ټولنې دهر اړخ پۀ اړه هغۀ خپله مطالعه مشاهده او کره کتنه دهرچا نه بل شان وړاندې کړې.

    هغه وائي پوښتنه دا نۀ ده چې دا نړۍ څۀ ده بلکه پوښتنه داده چې دا نړۍ څنګه ده ؟

    ادب، کلتور، سیاست، مذهب، قانون، نوے عصر، فلسفه، سائنس، نوي او ډول ډول علمونه او فنون، دا ټول د ټولنيز شعور اړخونه دي، د څرګندتيا ډول ډول لارې دي چې د ژوند او ټولنې، قام او وطن، فرد او طبقې د فکري رويو، نظريو ښودنه او څرګندونه او روزنه کوي. ډاکټر خادم حسين صېب پۀ دې اړه وائي! د قامي خپلواکۍ او سوکالۍ د پاره تهذیبي شعور د بنیادي شرط حیثیت لري. د سماجي شعور یو مهم جز د عصر د روح پېژندل دي. د روحِ عصر مهم خصوصیات د یو دور د علم د تخليق ادارې او د پوهې رسمي او غېر رسمي نظامونه، د یو دور ټېکنالوجي، د یو دور د ژوند مشترکه اقدار او د یو دور د بېن المللي اړیکو اصول او تصوٌرات او د بېن المللي اختیار مرکزونه پېژندل او د قامي ګټو پۀ کار راوستل دي. دغه ټول اړخونه پېژندل د یو عصر د روح پېژندل دي د کوم نه بغېر چې قامي خپلواکي او سوکالي ممکن کېدے نۀ شي.

    د پښتنو پۀ ټولنه کښې پۀ هر سیاسي مبارز ليکوال او پۀ ځانګړي توګه سماجي رسنيو ته پۀ رسېدونکي ليکوالانو باندې لازم کېږي چې د خپلې ټولنې د قامي اجتماعي شعور بېدارولو دپاره به د خپلې ټولنې درسته فکري او عملي لارښودنه کوي، قام به غلطوي نه، جذباتي کوي به ئې نه بلکې د حقیقتونو پۀ رڼا کښې به ورته د ور پېښ واقيعتونو درست سپيناوے کوي.

    پۀ ټولنه کښې به د مثبت سیاسي جمهوري چاپېريال پېدا کولو لپاره د مکالمې او زغم نرم خویونه او روايات جوړوي اوکله چې هم پۀ ټولنه کښې د وګړو پۀ دغه قامي شعور سر خلاص شي نو پۀ نتيجه کښې به خامخا ټولنيزه بېداري راځي .

    ‎ کلي کښې رانه یو ورارۀ چې څوارلسم کښې سبق وائي پوښتنه وکړه چې قامي یا ملي شعور څنګه راځي؟

    ما ورته پۀ لنډو خبره راغونډه کړه:

    ‎د خپلې خا‌ورې د اولس تاريخي حافظه ملي شعور زېږوي. د خپل پير روښان، خپل خوشال خټک، خپل باچا خان او خپل شاه امان الله خان پېژندنه شعور زېږوي،

    ‎د خپلې ټولنې پېژندګلو شعور زېږوي او د خپلو خلکو او د ټولو انسانانو د اسانتیاوې او خوشالو خواهش ملي شعور زېږوي.

    ‎د خپلې خا‌ورې وسيلې پېژندل او د هغې د اختیار هڅه ملي شعور زېږوي.

    ‎د خپلو وسيلو نه د توليد هنرونه ملي شعور زېږوي.

    ‎ټولنه کښې د نر او ښځې، د تور او سپين، د لوې او وړوکي او د بېلا بېلو مذهبونو د خلکو د پاره د مواقع برابري ملي شعور دے.

    ‎د اولس واک او ‌‌‌‌‌‌ډېموکراسي ملي شعور دے.

    ‎د خپلې خا‌ؤرې واک، د ټولو انسانانو خېر غوښتل ملي شعور زېږوي، هم دغه انساني عاطفه، هم دغه خدائي خدمتګاري، هم دغه افغانیت او هم دغه پښتونيت دے.

    پښتانه پخوانے تاریخ لري خو د یو قام پۀ حېث پښتانۀ تل د ستونزو او کړکېچونو سره مخ پاتې شوي دي. پۀ زرګونه کاله پخوا د پښتنو پۀ وطن ډېر لرغوني تمدنونو غزونې کړي چې بلخ، باختر، ګندهارا، اريګائن، او مسیګا يادول شوي خو لۀ بده مرغه د هغه وخت نه تر دې دمه د انتشار ښکار دي.

    دې قام پۀ ملي او قامي شعور باندې سمبال ډېر نومیالي مشران زېږولي دي چې پیر روښان بابا، میروېس خان بابا، خوشال خان بابا، احمدشاه بابا، فقیر ايپی، صنوبر حسین کاکاجي، وزیر محمد ګل خان بابا، خان عبدالغفارخان بابا(باچاخان)، ترنګزو حاجي صېب، اوخان اودل سمد خان بابا، مولانا فضل محمود مخفي، اجمل خټک بابا او يو شمېر نورو قامي مشرانو نومونه د یادونې وړ ديچې د خپلو سیاسي هلو ځلو پۀ دوران کښې ئې د پښتون قام او پښتنو د ابادۍ او سوکالۍ لپاره ډېر تکلیفونه، ستونزې او مصیبتونه تېرکړي دي اوپۀ خپل خپل وخت کښې ئې د قام پۀ فکر، نظر او ارادوکوټلي اثرات پرېښودي دي.

    خو د دې هر څۀ باوجود پښتانۀ او ددوي جغرافيه بیا ولې پۀ هره زمانه کښې تر نن پورې د اخ اوډب او برباديو ښکار پاتې ؟ او اوس هم دا دسیسې روانې دي،مونږ به کله ځانته ګوته نيسو کۀ نو ټول عمر به پۀ نورو الزامونه لګوو. کۀ د اسلام د سپېځلي دين خبره وکړو نو پښتنو خو د نړۍ دټولو قامونو نه اسلام ښۀ کلک منلے او خپله حجره او جومات ئې هم يو کړي يا کۀ ده پير روښان خلاف اخون دروېزه او پير بابا د اسلام د لارې راتلل نو پير روښان هم ورته د اسلام مورچه نيولې وه . د ټولو نه لويه بدبختي چې پښتانۀ پرې ټول عمر وهل ټکول خوري هغه د قامي شعور او بېدارۍ کمے دے، بايد چې مونږ د قام پۀ حېث دې ته پاملرنه وکړو.

    کوم قام چې اجتماعي قامي شعور ونۀ لري د هغه قام د تقدیر واګي به خامخا د بل چا پۀ لاس کښې وي لکه څنګه چې د پښتنو سره کېږي.

    منو چې مونږ کښې ډېرې کمزورۍ شته خو دا قام بیا هم ختم نۀ دے. خپل ملي مرامونو او ارمانونو ته رسېدل کومه ناشونې نۀ ده، ناهيلې کېدل هم نۀ دي پکار . بايد چې اول د ټولنيز شعور لپاره پراخه کار وشي او هرڅوک چې پۀ دې خاوره اوسي نو پښتون دے او د يووالي او ورورولۍ غږ پرې پکار دے ځکه چې پښتو مو يوه ده، ښۀ او بد مو سره شريک دي.

    نړیوال سیاسي، جغرافیائي بدلونونه او چلونه مو پۀ سر و لاړ دي، مونږ چې څومره هم سستي کوو هومره به د قامي تباهۍ سره نور مخ کېږو، دلته کۀ امريکا ده کۀ روس، چين او يا بېن المللي قوتونه نو هرڅوک خپل ځان له لګيا دي بايد چې پښتانۀ هم د خپلې خاورې د تاريخ او وراثت پۀ اساس پۀ مېدان ځان د يو کلک مدعي پۀ څېر پۀ خلکو ومني . اوس بايد چې پښتانۀ پۀ دې سوچ وکړي چې کۀ زمونږ قامي ګټې کۀ هرچا سره تړل شوې وي ښۀ پۀ نره او مشروط ډول ورسره پۀ قامي ډاډ د قام پۀ خېر کښې خبرې وکړو، کۀ امريکا ده، کۀ چین، ايران او روس وي، بیا بايد چې د چین او روس سره خپلې قامي ستونزې او قامي ګټې خامخا د بحث لاندې را ولو کۀ پۀ دغه سیاسي او جغرافیائي بدلونونو کښې پښتنو د شریک قامي سیاسي مرکزیت د رامېنځ ته کولو پۀ لړ کښې عملي ګام پورته نۀ کړو، دا به د پښتون قام د راتلونکي بربادۍ ته تشه تماشا کول وي . خاوره د دوي ده، تاوان او ګټه هم د دوي ده نو بايد واک او فېصله هم د دوي وي ..

    خبره د منطق او د دليل مې ورته وکړه

    دا ځکه زما سېورے جنونيان پۀ کاڼو ولي

    د عقل او شعور پۀ ضد ئې بډې دي وهلي

    اې زياره! ستا دټول عمرارمان پۀ کاڼو ولي

  • پۀ خپل وطن کښې اجنبي: زمونږ ویدۀ توب او د دوي ویښتوب – اوېس کمال

    پۀ خپل وطن کښې اجنبي: زمونږ ویدۀ توب او د دوي ویښتوب – اوېس کمال

    زما لۀ نظره چې څومره هم د کلونیل دور برطانوي زاړۀ اخبارونه تېر شوي دي او هغې کښې چرته هم د سرحدي صوبې (اوسنۍ پښتونخوا) ذکر راغلے دے نو د برطانيې ټولو اخبارونو کښې د پښتنو پۀ اړه یوڅو ټکي هر اخبار کښې یو شان راغلي دي لکه ‘wild Pathan’ “ځنګلي پښتانۀ”،’fierce looking’ “خونخوار لیدونکي” او یا .“barbarian” “وحشي پښتانۀ.”

    لکه څنګه چې د پاکستان لبرلان د برطانوي استعمار هند ته راتلل د هند خلقو د پاره احسان ګڼي او وائي چې د پېرنګي استعمار هند ته راتللو سره نوابادیاتو کښې روشن خیالي، جدید تعلیم او د قانون بالادستي راغله یا د بلوچستان پۀ اړه دوي دا موقف لري چې ‘بلوچستان کو سردارون نے پسمانده کردیا’ خو چې تپوس ترې نه وکړې چې ‘کونسے سردارون نے اور کیسے؟’ نو هغوی صرف د یوڅو بلوڅ مشرانو نومونو اخلي، چا چې تر خپل وسه پورې پۀ بلوچستان کښې د هرې استعماري اېجنډې خلاف مزاحمت کړے، لکه خېر بخش مري، مېنګل، بزنجو یا بګټي او وائي به چې دوي بلوچستان کښې سکولونه نۀ پرېږدي، دوي بلوڅ قام له تعلیمه او له ترقۍ لري ساتل غواړي خو سوال دا دے چې کوم قسم تعلیم او کوم قسمه ترقي؟؟؟

    یوسف ضیاء چې د نولسمې پېړۍ پۀ اواخرو کښې د عثماني امپراتورۍ پۀ دولت کښې د بهرنیو چارو وزارت کښې مترجم او کردستان، لبنان، فلسطین، شام کښې ګورنر او پۀ نورو مختلفو عهدو پاتې شوے ؤ، پۀ ۱۸۷۶ء کښې چې کله د عثماني امپراتور نوي ائین لاندې ‘مجلسِ عمومي’ یعني عثماني پارليمان جوړ شو نو یوسف ضیاء پکښې د یروشلم نائب منتخب شوے ؤ، د دوي او سلطان عبدالحامد ترمېنځ یو وخت پۀ دې خبره بدي هم پېدا شوې وه چې یوسف ضیاء د مرکزیت پۀ ځاے د پارليمان بالادستۍ خبره کوي.

    فلسطیني نژاد امریکائي مورخ رشید خالدي خپل کتاب کښې لیکي چې زما د خاندان فرد یوسف ضیاء چې کله پۀ مارچ ۱۸۹۹ کښې (تهیودور هیرزل چا چې پۀ فرورۍ۱۸۹۶ کښې صيهوني فکر ته فکري غذاورکولو دپاره د ‘يهودي ریاست’ ‘Der Judenstaat’ پۀ نامه یو پمفلټ خپور کړے ؤ او د صيهوني فکر مخکښے ؤ) ته یو خط لیکلے ؤ چې وړومبے خو فلسطین بشپړه توګه د عثماني امپراتور حصه ده او د فلسطینیانو خپل وطن دے او فلسطینیان به کله هم دې خبرې ته تیار نۀ شي چې دوی نه دې څوک د خپلې خاورې اختیار واخلي او پۀ زغرده ئې ورته ووئیل چې ناشکره یهودیانو دپاره به د دې نه بله غوره او د انصاف خبره نۀ وي چې دوي چرته بل ځاے ‘مهاجرت’ اختیار کړي او ‘خداے دپاره! فلسطینیان دې يواځې پرېږدي’.

    هیرزل (Herzel) د دې خط جواب پۀ نولسم مارچ ورکړے ؤ چې هغې کښې پۀ ځاے د دې چې د یوسف ضیاء خط پۀ بنیادي موضوع د فلسطینیانو حقِ خودارادیت پۀ اړه څۀ خبره کړې وې هغۀ ووئیل چې د یهودیانو راتګ به د فلسطینیانو پۀ حق کښې ښېګړه وګرځي، د دوی وسائیل چې کله زمونږ لاسونو ته راشي نو مونږ به د دوي وسائیل پخپل محنت یو پۀ دوه زیات کړ ۔

    دا خبره مې دې پورې وکړه چې هر استعمار چې کله هم یوه خاوره مستعمره کوي نو خپل استعماریت او اقتدار ته تقویت ورکولو دپاره داسې قسمه جوازونه وړاندې کوي . لکه لارډ کرزن دکلکته پوهنتون محصلینو غونډې ته یوه وېنا کښې وئیلی وو:

    “You cannot do without us”

    (تاسو زمونږ پرته هېڅ نۀ شئ کولې)

    د لارډ کرزن خبره د دې خبرې څرګندنه وه چې هر څۀ ‘زمونږ’ دي او هر څۀ ‘مونږ’ یو.

    د داسې قسمه فکري استحصال مخنیوي دپاره سیاسي او معاشي استعماریت سره سره فکري استعماریت (Intellectual Imperialism) هم باید پۀ نظر کښې وساتل شي ځکه چې غل، تل غل وي، غل کله هم د کور مالک نۀ شي کېدے.

    مونږ به وړومبے د صیهونیت او یهودیت ترمېنځ فرق پۀ اړه خبره وکړو، اکثر خلق یهودیت او صیهونیت یو شان ګڼي او دې کښې بنیادي فرق نظرانداز کړي چې لۀ دې لارې د هاغه کس صیهونيت دښمني anti-zionism د یهود دښمنۍ anti-semitism شکل واخلي. یهودیت یو مذهب دے او صیهونیت یوه مذهبي سیاسی فلسفه ده کوم چې د یهودیت پۀ بنیاد سیاسي مقاصد حاصلولو یعنې صیهوني ریاست جوړولو باندې یقین لري، همداسې هندومت یو مذهب دے او هندوتوا یوه مذهبی سیاسي فلسفه ده چې د هندومت مذهب پۀ بنیاد اقتداري مقاصد حاصلولو هڅې کوي .

    دا ضروري نۀ ده چې یو کس یهودي وي نو هغه به خامخا صیهوني وي، چې یو کس هندو وي نو هغه به خامخا د هندوتوا منونکے وي او دا ضروري نۀ دي چې یو کس مسلمان وي نو هغه به خامخا سیاسي اسلام منونکے وي البته دا یقیني ده چې هر صیهوني به یهودي، هر هندوتوا منونکے به هندو او هر سیاسي اسلام منونکے به مسلمان وي.

    خبره د فلسطین روانه ده نو یهودیان فلسطین ته څنګه راغلل؟ د فلسطين پۀ اړه چې څومره کلونیل دور ادبیات دي هغې کښې استعماریت ته جواز ورکولو دپاره یوڅو خبرې مبالغه ارائۍ سره وړاندې شوې دي لکه چې کله یهودیان فلسطين ته راتلل نو فلسطینیانو خو خپلې زمکې خرڅولې نو بس هغوي د فلسطين حق وبائیللو او یا دا خبره اکثر کېږي چې فلسطين خو هڅې شاړ، ویران، شاته پاتې، بې اب و ګیا او د پڅ فکرو خلقو ځاے ؤ چې یهودیانو اباد کړو او د فلسطين پۀ اړه ئې دا جمله مشهوره کړه چې:

    “A Land without a people for a people without a land”

    یهودیان دلته د ‘Avoda ivrit’ یعنې ‘ عبراني مزدور’ نعرې سره پۀ کال ۱۸۸۱ نه تر کال ۱۹۰۳ او ۱۹۲۰ پورې راغلل او دلته د زراعت پۀ صنعت باندې قابض شو، دلته پۀ صنعتونو یهودیانو اجاره داري قائم کړه، دې دوران کښې د کال ۱۹۱۱-۱۹۱۲ء لیبیا جنګ، د کال ۱۹۱۲-۱۳ بالکان جنګ او بیا لومړے نړېوال جنګ۱۹۱۴-۱۹۱۸ له کبله عثمانی امپراتور زوال سره مخ شو. د پښتو ټپې یو مصرع ده چې ‘څوک پۀ رضا له ملکه نه ځي’، وړومبے نړيوال جنګ (۱۹۱۴-۱۹۱۸) دوران کښې پۀ کال ۱۹۱۷ء نومبر کښې برطانوي کېبنټ لخوا پۀ دوېم نومبر د بهرنیو چارو سېکرټري اف سټېټ ارتهر جېمز بلفور (Aurther James Balfour) یوه اعلامیه جاري کړه چې هغې ته بالفور ډېکلېرېشن (Balfour Declaration) وئیل کېږي، هغې کښې برطانیې پۀ فلسطین کښې د يهودیانو د پاره د صیهوني ریاست جوړولو حمایت وکړو. پۀ اووۀ شپېتو ټکو مشتمله دې اعلامیه کښې د ‘فلسطیني’ یا ‘عرب’ یو ټکے هم نۀ دے استعمال شوے یعنې چې واضحه خبره وه چې دې ریاست کښې به د فلسطینیانوهېڅ ځاے نۀ وي کۀ څۀ هم هاغه وخت فلسطين کښې د فلسطینیانو ابادي ۹۴ فیصدي وه.

    پۀ نومبر کښې د اعلامیه جاري شوه او پۀ دسمبر کښې برطانوي اتحادي فوځونو او عثماني فوځونو چې جرمن او اسټریا ئې اتحادیان وو ترمېنځ یو تود جنګ نه پس برطانیې پۀ یروشلم قبضه وکړه او یوڅۀ وخت پس پۀ ۱۹۱۸ء کښې غزه علاقې پورې راورسېدل.

    د وړومبي نړیوال جنګ اثرات پۀ عثماني امپراتورۍ کښې شامل د فلسطين علاقو اُردن، شام او لبنان باندې هم وشول، د یو اندازې تر مخه د جنګ لۀ کبله د فلسطینیانو نفوس شپږ فیصده کمه شوه.

    دې ټولې قيصې نه پس پۀ ۱۹۲۲ء کښې نوے جوړ شوے لیګ اف نېشن د فلسطين پۀ اړه یو قرارداد جاري کړو چې هغې کښې ئې یهودیان داسې تعریف کړل چې فلسطین سره صرف او صرف د یهودیانو تاریخی تعلق دے، دې قرارداد هم لکه د بالفور اعلامیې د فلسطینیانو تاریخ او اجتماعي شناخت رد کړل، د یو چا د خپل خاورې سره تاریخي تعلق رد کول داسې ده لکه د هغۀ نه د خپلې خاورې حق واخستے شي. پۀ دې قرارداد کښې د فلسطینیانو پۀ اړه دومره قدر خبره شوې وه چې فلسطینیانو ته به ذاتي او مذهبي حقونه حاصل وي او د دوي د موجوده مذهبی مقاماتو د تقدس خیال به ساتلے کېږی، دا قرارداد اتویشت ارټیکلو باندې مشتمله ؤ او پۀ دې قرارداد کښې اووۀ ارټیکلې یوازې او یوازې د یهودیانو تحفظ او سهولیاتو پۀ اړه وې.

    د یهودیانو ټول اتحاد پۀ دوه خبرو قائم دے، یوځان د خداے پاک برګزیده نسل ګڼل او دوېم هولوکاسټ. وړومبي نړیوال جنګ نه پس پۀ دنیا کښې د حقِ خود ارادیت او قام پرستۍ چې کومه لړۍ پېل شوه او نړیوال جنګ له کبله چې فلسطینیان د کومې صدمې trauma نه تېر شول او نوي حقیقتونو سره مخ شول چې پۀ هغوی به اوس برطانیه حکومت کوي او د دوی خپل وطن به د پردو خلقو یعنې یهودیانو د پاره د بالفور اعلامیې مطابق قامي کور ‘national home’ ګرځي نو دې سره د فلسطینیانو دننه هم د قامي شعور بڅری څرګند سول, د فلسطینیانو قامي شعور او قامي حافظې روزنه د صیهونیانو له طرفه پېښ شوي خطر له کبله ردِعمل کښې وشوه.

    ۱۹۱۹ نه تر ۱۹۲۸ پورې فلسطیني مسلمانانو او عیسایانو پۀ شریکه اووۀ اجلاسونه را غوښتل او دې اجلاسونه کښې ئې د فلسطين د ازادۍ غوښتنه، بالفور اعلامیه رد کول او د بې کچه یهودیانو فلسطين ته مهاجرت او زمکې اخستنو مخالفت اعلان وکړو.

    لۀ دې نه پس بیا چې کله کال ۱۹۳۳ء جرمني کښې د فاشسټ هټلر سېوري لاندې نازیان پورته کېدل شروع شول او جرمني کښې د یهودیانو خلاف چې کومه نفرت انګېزه پروپېګنډه شروع شوه، پۀ دوي ئې د هولوکاسټ قیامت راجوړ کړو نو پۀ زرګونویهودیان فلسطين ته لاړل چې هلته هغوي دپاره ماحول سازګاره ؤ.

    کال۱۹۱۷ء نه پس تر دوه لسیزو پورې فلسطینیانو سره څۀ داسې ګوند یا تنظیم نه ؤ چې د هغې له لارې دوي څۀ منظم مزاحمت کړے وے، یو څۀ مسلح مزاحمتونه شوي وو خو هغوي به ډېر زر وځپلې شول ځکه چې فلسطینیان درې اړخونو نه تړل شوي وو، یو طرف ته د برطانیې، بل طرف ته د برطانیې چاپلوسان صیهونیانو او درېم د نړیوالو ادارو سهولت کاروو. له ۱۹۱۷ نه را واخله تر ۱۹۳۸ پورې برطانیې وخت پۀ وخت د دې کشالې حل کولو پۀ ځاے د سړولو د پاره مختلف کمېشنونه، رپورټونه جاري کړي وو لکه هېورډ کمیشن۱۹۲۰، چرچل وائټ پېپر۱۹۲۲، شا کمېشن۱۹۲۹، هوپ-سمپسن رپورټ۱۹۳۰، پاسفیلډ وائټ پېپر۱۹۳۰، پېل کمېشن۱۹۳۷ او ووډ هیډ کمېشن۱۹۳۸. دې ټولو رپورټونو کښې فلسطینیانو پۀ اړه نیشت برابر خبرې وې چې له کبله ئې فلسطینیانو کښې د محرومۍ احساس نور زیات شوے ؤ او د دې پۀ نتیجه کښې پۀ کال ۱۹۳۶ کښې د فلسطين ‘استقلال ګوند’ د انډین نېشنل کانګرس د تحریکِ عدم تعاون پۀ طرز احتجاج اعلان وکړو. بيا پۀ ۱۹۳۷ کښې فلسطینیانویو بهرپور وسله واله مزاحمت وکړو . دې دوران کښې څۀ فلسطینیان پۀ خپله مېنځ کښې سره تقسیم شول، څۀ فلسطینیان د اردن امیر عبدالله سره ودرېدل چې اُردن به د پيل کمېشن مطابق صیهوني ریاست کښې نۀ شاملېږي او څۀ فلسطینیانو پۀ مکمله توګه پيل کمېشن رد کړو.

    د مزاحمت ختمېدو نه پس د برطانیې پالیسۍ کښې هم بدلون راغلو او پۀ جنوري۱۹۳۹ کښې ئې رپورټ جاري کړو او پۀ دې خبره ئې زور واچولو چې مونږ به د عرب ملکونو او مصر اعتماد حاصلولو کوشش کوو.

    پۀ نتيجه کښې ئې د یهودیانو فلسطين ته پۀ راتګ او زمکې اخستلو باندې پابندۍ دپاره سخت تجویزونه وړاندې شول او یهودیانو او فلسطینیانو ته پۀ شریکه د فلسطين حقِ خود ارادیت دپاره لس کاله وخت ورکړو.

    د دوېم نړيوال جنګ د خاتمې سره سم نړیوال سیاسي سسټم بائي پولر شو او د دې سره سوړ جنګ (Cold War) هم پېل شو.

    پۀ۱۹۴۷ کښې برطانوي حکومت د فلسطين ستونزه نوي جوړ شوي د ملګرو ملتونو اتحاد (United Nations) ته یوړله . ملګري ملتونو د فلسطين ستونزې دپاره خصوصي کمېټي جوړه کړله . خصوصي کمېټۍ د فلسطين پۀ اړه اکثریتي رپورټ جاري کړلو چې هغې کښې د یهودیانو دپاره د فلسطین۵۶ فیصده برخې خبره شوې وه چې دا د ۱۹۳۷ پيل کمېشن منصوبې چې هغې کښې د یهودیانو دپاره ۱۷ فیصده علاقه مخصوصه وه نه هم سېوا وه .

    پۀ ۱۵ مۍ ۱۹۴۸ اسرائیل د ازادۍ اعلان وکړو. اُردن پۀ لوېدیځ غاړې (West Bank) او ختیځ یروشلم (East Jerusalem) باندې قبضه وکړه، مصر پۀ غزه قابض شو او اسرائیل پۀ لویدیځ یروشلم (West Jerusalem) قبضه وکړه.

    پۀ ۱۵ مۍ۱۹۴۸ء کښې تقریباً درې لکهه فلسطینیانوخپل وطن نه بې دخله کړے شول او جنګ ختمېدو نه پس دوېم پړاو کښې تقریباڅلور لکهه فلسطینیانو خپل وطن نه اردن، شام، لبنان، وېسټ بيېک او غزه ته لاړل. پۀ تاریخ کښې د فلیسطینیانو د اسرائیل د لاسه دې قتلِ عام، خونرېزۍ او خپل وطن نه بې دخله کولو دې عمل ته النَکبه وئیل کېږي یعني تباهي.

    د۱۹۴۸ عرب-اسرائیل جنګ نه پس پۀ غزا(Ghaza) او لویدیځ غاړې (West Bank) کښې مېشت فلسطینیانو د ‘فدائین’ پۀ نامه تنظیم د سېوري لاندې د اسرائیل خلاف وسله واله مبارزه شروع کړه.

    “فدائین” تنظیم نه پس پۀ کال ۱۹۵۹ء کښې د یاسر عرفات پۀ مشرۍ کښې ‘الفتح’ جوړ کړے شو. دې سره سره پۀ ۱۹۶۴ء کښې د مصر پۀ مرسته احمد شقیري پي اېل او (Palestine Liberation Organization) او پۀ ۱۹۶۷ کښې د جارج حباش پۀ مشرۍ کښې پي اېف اېل پي (Popular Front For the Liberation Palestine) جوړ شو. د دې تنظیمونو مبارزه مارکسټ-لېننسټ او د ماوسټ طرز پۀ بنیاد ولاړه وه .

    پۀ ۱۹۵۲ء کښې د مصر سوشلسټ عرب قام پرست جمال عبدالناصر انګازې منځني ختيځ کښې خورې شوې وې . پۀ ۱۹۵۶ جمال ناصر سوېز کېنال نېشنلائیز کړو. نېشنلائيزېشن نه پس مصر د اسرائیل پۀ جهازونه پۀ دې کینال راتللو باندې بندېز ولګولو، د دې عمل خلاف اسرائیل، برطانیې او فرانس پۀ مصر حمله وکړه، د سوېز بحران ختمولو دپاره ملګرو ملتونو پۀ ۱۹۵۷ء کښې جنګ بندي وکړه.

    پۀ ۱۹۶۷ کښې یاسر عرفت او د هغۀ تنظیم ‘الفتح’ د احمد شقیري تنظیم “پي اېل او” کښې شامل شو او پۀ ۱۹۶۹ کښې یاسر عرفات د پي اېل او مشر وټاکلے شو.

    ۱۹۶۷ کښې جمال ناصر پۀ سوېز کېنال د اسرائیل بحري جهازونو تېرېدلو باندې پابندي ولګوله چې پۀ نتیجه کښې ئې شپږ ورځنۍ عرب-اسرائیل جنګ شروع شو چې پکښې عربو لخوا مصر، شام، اردن، عراق او لبنان وجنګېدل ـــــ د جنګ پۀ پنځمې ورځې اسرائیل پۀ غزه پټۍ، پۀ لویدیځ غاړې،ختیځ یروشلم (East Jerusalem)، ګولان سطح مرتفع (Golan Heights) او د مصر جزیره سینائے (Sinai Peninsula) باندې قبضه وکړله.

    پۀ نومبر ۱۹۶۷ کښې ملګرو ملتونو SC-242 قرارداد پاس کړو، دې قرارداد کښې ئې فلسطینیان د مذاکراتو عمل نه ویستلي وو.

    دې جنګ پۀ عرب قامي سیاست کښې نوے بدلون راوستو او عرب نېشنلزم د جمال ناصر سېکولر نېشنلزم نه سعودي مذهبي سیاست طرف ته لاړلوچې پۀ نتیجه کښې ئې څۀ وخت پس اخوان المسلمین، حزب الله او حماس را ژوندي شو.

    چې کله پۀ ۱۹۶۷ کښې د اردن پۀ لویدیځ غاړې (West Bank) اسرائیل قبضه وکړه نو اکثره فلسطیني وسله وال مبارزین پۀ اردن کښې مېشتۀ شول . د کال ۱۹۶۷ عرب – اسرائیل جنګ نه پس وړومبۍ ګټه وه چې د فلسطینیانو تحریک مسخ شوې روح ئې بیا بحال کړے ؤ.

    پۀ ۱۹۷۲ ستمبر کښې چې کله د جرمني میونخ ښار کښې اولمپک مېچ دوران فلسطینی وسله والو د اسرائیل لوبغاړي وتښتول او څۀ ئې ووژل نو د هغې پۀ ردعمل کښې اسرائیل پۀ ۱۹۷۳ کښې د لبنان ښار بېروت او صېدا کښې پۀ پي اېل او مرکزونو حمله وکړه. پۀ لبنان کښې خانه جنګي شروع شوه . خو پۀ ۱۹۷۴ کښې پي اېل او اعلان وکړو چې د دوی تنظیم به اسرائیل نه علاوه بل ځاے عملیات نۀ کوي او عرب لیګ پي اېل او پۀ بشپړه توګه د فلسطینیانو جائز نمائنده تنظیم وبللو او هم پۀ دې کال ملګرو ملتونو یاسرعرفات جنرل اسمبلۍ ته وېنا کولو دپاره هم راووغوښتو. پۀ ۱۹۷۶ کښې پي اېل او د عرب لیګ غړے شو خو چې کله پۀ ۱۹۷۹ کښې د مصر او اسرائیل ترمېنځ کېمپ ډېوډ معاهده کېدله نو پی اېل او د دې مذاکراتي عمل برخه نۀ وه . کېمپ ډېوډ معاهده کښې اسرائیل د مصر جزیره سینائے علاقه مصر ته واپس کړه او مصر اسرائیل ته پۀ سوېز کېنال د جهازونو راتللو اجازه ورکړه. پي اېل او دا معاهده رد کړه او د دې نه پس د مصر عرب لیګ نه غړیتوب ختم کړے شو خو بیا یو څۀ وخت پس ضیاء لحق دور کښې بحال شو.

    پۀ ۱۹۸۲ء کښې اسرائیل د لبنان نه پي اېل او ویستلو دپاره د هغوي پۀ مرکزونو حمله وکړه، مذاکرات نه پس پي اېل او لبنان پرېښود او جنګ بندي وشوه. عرفات د تیونیسیه ښار تیونس ته لاړو. پۀ ۱۹۸۳ کښې اسرائیل پۀ لویدیځ غاړې (West Bank) او غزه کښې تعمیراتي کارونه شروع کړل . د دې خلاف د احتجاجونو یوه لړۍ پېل شوه چې پۀ نتیجه کښې ئې د اخوان المسلمین وسله وال مذهبي تنظیم حماس جوړ شو, د احتجاجونو، بائیکاټونو دې لړۍ ته ‘وړومبنۍ انتفاذه’ وئیل کېږي.

    پۀ ۱۹۹۰ کښې شوروي اتحاد او امریکې پۀ شریکه مېډرډ کانفرنس (Madrid Conference) راووغوښتو چې پۀ هغې کښې عرب ملکونه، اسرائیل او د فلسطینیانو نمایندګي اردن کوله. د دې کانفرنس پۀ نتیجه کښې اسرائیل، لبنان، اردن او شام ترمېنځ امن معاهده وشوه، لویدیځ غاړې (West Bank) او غزا(Ghaza) کښې د فلسطینیانو عبوري حکومت جوړولو خبره وشوه.

    پي اېل او پۀ وړومبي ځل پۀ پنځمه او شپږمه لسیزه کښې د فلسطين قامي تحریک منظم کړے ؤ. د دوي پۀ منشور کښې یوه خبره چې فلسطینیانو د پاره اهمیت وړ وه هغه د فلسطینیانو خپل وطن ته ‘بېرته راستنېدل’ وو..

    د پي ایل او پۀ مقاصدو کښې بدلون ولې راغلو؟؟؟ وړومبے د اُردن نه وتلو نه پس پي اېل او (PLO) څۀ اغېزمن عملیات ونۀ وکړے شو، دوېم عرب ملکونو د فلسطين ستونزه د حقِ خود ارادیت پۀ ځاے د ریاستونو ترمېنځ یوازې د سرحدونو ستونزه ومنله، درېم عرب ملکونو او نړیوال طاقتونو پۀ پي اېل او (PLO) فشار واچولو چې خپل مقاصد دې محدود کړي او ځکه اردن پۀ ۱۹۷۰ کښې پۀ پي اېل او قیادت فشار اچولو دپاره د هغوي پۀ مرکزونو حمله کړې وه.

    پۀ داسې حالاتو کښې د پي اېل او ډیموکرېټک فرڼټ قیادت د دوؤ ریاستونو خبره وکړه . د ډیموکرېټک فرنټ دې خبرې ته د شام او عرفات حمایت حاصل ؤ . د دې حمایت سره د فلسطین مطالبې نه قيصه دوؤ ریاستونو ته لاړله.

    د عراق کوېت جنګ نه پس یاسر عرفات دې ته مجور شو چې دے هم اسرائیل سره امن معاهدې وکړي او فلسطین کښې څۀ نا څۀ پښې ولګوي .

    پۀ جولائي۲۰۰۰ کښې د امریکا، اسرائیل او فلسطين د کېمپ ډېوډ معاهدې (Camp David Accords) اخرنے پړاو ناکامۍ سره مخ شوې او د هغې هېڅ نتیجه نۀ راووته . دا خبرې اترې روانې وې چې پۀ دې کښې اسرائیلي سیاستمدار ایرئیل شرون (Ariel Sharon) ستمبر کښې د یروشلم دوره وکړه چې مقصد ئې دا پېغام ورکول وو چې یروشلم یوازې د دوي دے. د دې سره ‘دوېم انتفاذه’ او د فلسطینیانو احتجاجونو لړۍ پېل شوه، حماس او اسرائیل ترمنځ متشدد عملیات روان وو چې اسرائیل د لویدیځ غاړې (West Bank) او غزه پۀ یو څو علاقو یو ځل بیا قبضه وکړله، عرفات تر مرګه۲۰۰۴ پورې د فلسطین حکومت مشر ؤ، هغې نه پس محمود عباس راغلو.

    حماس او نورو جهادي تنظیمونو پۀ ۲۰۰۵ء کښې د انتخاباتو بائیکاټ وکړو خو بیا ئې یوټرن واخستو او پۀ ۲۰۰۶ء کښې حماس انتخاباتو کښې حصه واخسته .

    د غزا(Ghaza) او لویدیځ غاړې (West Bank) ترمېنځ اسرائیل پروت دے چې سرحدونه ئې تسلیم شوي نۀ دي . پۀ ۲۰۰۷ کښې اسرائیل پۀ حماس باندې مختلف بندېزونه ولګول او حماس به امدادي سامانونو دپاره د مصر لار استعمالوله. محمود عباس دې وخت د لویدیځ غاړې (West Bank) څلوېښت فیصده علاقې اختیار لري، د یو اندازې ترمخه دې وخت غزا کښې شل لکهه او لویدیځ غاړې (West Bank) کښې دېرش لکهه فلسطینیان ژوند تېروي.

    پۀ ۲۰۱۷ کښې ټرمپ د یروشلم د اسرائیل دارالخلافه پۀ توګه د منلو اعلان وکړو او پۀ مۍ۲۰۱۸ کښې ئې د اسرائیل د ازادۍ اعلان پۀ ورځ امریکايي ایمبسي تل ابیب نه یروشلم ته منتقل کړه.

    پۀ یولسم اګست د۲۰۲۰ اسرائیل او متحده عرب امارات ترمېنځ د ابراهم اکارډ (Abraham Accord) پۀ نامه یو معاهده وشوه چې د هغې ترمخه متحده عرب امارت اسرائیل سره خپل تعلقات بحال کړل . له دې مخکښې اردن پۀ ۱۹۹۴ کښې او مصر پۀ ۱۹۷۹ء کښې اسرائیل سره خپل تعلقات بحال کړي دي . متحده عرب امارات وړومبے ګلف ریاست دے چې اسرائیل سره ئې تعلقات بحال کړل . دې سره به اسرائیل ته به منځني ختیځ (Middle East) کښې ډپلومېټک سپېس نور زیات شي.

    د غربي اېشیاء مذهبي سیاست دوو برخو کښې تقسیم دے، یو طرف ته سعودي سني بلاک او بل طرف ته شیعه ایران بلاک . پۀ تاريخي توګه د پاکستان د سعودي سره ښۀ اړيکې دي . د پاکستان او ایران تعلقات تر اوومې لسیزې نیمائي پورې ښۀ وو چې ترڅو پورې هلته د امریکې چاپلوس شاه ایران حکومت ؤ . بهټو چې کله د نېشنل عوامي ګوند بلوڅ قیادت خلاف اپرېشن کولو نو دې کښې د شاه ایران مرسته هم وه خو چې کله ۱۹۷۴ کښې بهټو ‘مسلم بلاک’ جوړ کړو او هغې کښې د شاه ایران دښمنان ملکونه لېبیا، عراق، شام، الجیریا، او جنوبی یمن شامل وو نو د ایران او پاکستان ترمېنځ اختلافات شروع شو. شاه ایران پۀ ۱۹۷۴ء لاهور کښې اسلامک سمټ کښې ګډون نه هم ډډه وکړه . او بيا وروستو افغان جنګ کښې پاکستان سعودي بلاک ته لاړو.

    د متحده عرب امارات او اسرائیل معاهدې پۀ اړه نړۍ پۀ درې بلاکونو کښې تقسیم ده، یو هاغه چې متحده عرب امارات سره ولاړ دي، دوېم ایران سره او درېم ترکي سره.

    دې کښې هېڅ شک نشته چې خارجه پالیسي پۀ مذهبي عقیدو او د ‘امت مسلمه’ نعرو پۀ بنیاد نۀ جوړېږی خو پاکستان ته اسرائیل سره تعلقاتو جوړولو کښې هېڅ فائده نشته . پاکستان کۀ دې وخت کښې چرته د دې معاهدې حمایت وکړي نو د دې به ډېر سنګین نتائج راوخېژي . يو خو به فرقه وارانه نفرت ته وده ملاو شي او دوېم به د کشمیر پۀ اړه د پاکستان مقدمه کمزورې شي ځکه چې کشمیر ‘مقبوضه علاقه’ کښې راځي او د’مقبوضه علاقې’ خلقو ته حقِ خود ارادیت حاصل دے. دې سره سره نور علاقائي او سياسي کړکېچونه هم مخې ته راتلې شي .

    اوس فلسطینیانو ته څۀ کول پکار دي؟؟؟

    سیاست پوهه لیکوال او دانشور اقبال احمد چا چې د فلسطینيانو تحریک (PLO) لۀ نزدې لیدلے دے ، هغه لیکي چې:

    ”د فلسطینیانو وسله وال مزاحمت د مظلومانو مزاحمت ؤ خو یو انقلابی نۀ ؤ، دې تحریک کښې د اولس متحرک mobilize کولو توان نه ؤ، دا تحریک د حکمت عملۍ پۀ ځاے پۀ جزباتو ولاړ ؤ. “

    د فلسطینیانو د ازادۍ جنګ چې تر څو سیکولر ؤ تر هغې پورې دنیا دوي سره ولاړه وه خو چې کله ئې مذهبي بڼه خپله کړه نو خپل حمایت ئې وبائیللو. د پاکستان د مذهبي طبقو د فلسطين پۀ مسئله چغې غوغا پۀ خپل ځاے ټیک ده خو د دې فلسطینیانو ته هېڅ فائده نشته البته خپل کارکنان پۀ داسې قسمه نعرو غولولي شي . د دوي اکثر کارکنانو ته ددې خبره هم پته نشته چې فلسطینیان دوؤ برخو کښې تقسیم دي، دوي ته ددې خبرې هم پته نشته چې اسرائیل نه زیات د فلسطینیانو پۀ خاوره اردن، شام او مصر قبضه کړې ده. بهر حال د فلسطین ستونزې نن وخت کښې د وسلې له لارې هېڅ حل نۀ شي راوتلے . فلسطینیان دې وخت کښې هر طرف نه isolate شوي دي، عرب ملکونه هم دوي نه لرې روان دي، نړیوال قوتونه هم او فلسطینیان پۀ خپله معاشي توګه دومره مضبوط نۀ دي بلکې پۀ خپل مېنځ کښې سره نښتي دي . فلسطینیانوته دې وخت یو عملی pragmatic لار اختیار کول پکار ده، هغه لار د عدم تشدد ده چې د دې لارې پۀ ذريعه دوي نړۍ ته او د اسرائیل اولس ته د اسرائیل غېرانساني کارونه پۀ ګوته کړي.

    اخر کښې به فلسطینيانو ته د فلسطین انقلابي وطن پرست شاعر محمود درویشیو نظم ډالۍ کړم چې:

    هغوي د هغۀ د سینې تلاشي اخلي

    او هغوي ته یوازې د هغۀ زړۀ ملاو شي

    هغوي د هغۀ د زړۀ تلاشي اخلي

    او هغوي ته یوازې د هغۀ خپل اولس ملاو شي

    هغوي د هغۀ د غږ تلاشي اخلي

    او هغوي ته یوازې د هغۀ غمونه ملاو شي

    هغوي د هغۀ د غمونو تلاشي اخلي

    او هغوي ته یوازې یو جېل ملاو شي

    هغوي د هغۀ دجېل تلاشي اخلي

    او هغوی ته پۀ زنځیرونو کښې تړلي ښکاره شي . . . خپل ځانونه!

    نوټ: سرلیک د فلسطیني مسیحي صحافي او شاعر عیسي داود العیسي اخبار ‘فلسطین’ اداریې نه اخستې شوے، چې کله پۀ مارچ ۱۹۲۹ کښې د یهودیانو راتللو دپاره تل ابیب نه د فلسطين نورو کلو ته رېلوے لائن جوړ شوے ؤ، نو دوی د ۵ مارچ ۱۹۲۹ ‘فلسطین’ اخبار اداریه د دې سرلیک لاندې لیکلې وه.

  • پښتون منصور، ډاکټر نجيب الله شهيد – اياز ايسپزے

    پښتون منصور، ډاکټر نجيب الله شهيد – اياز ايسپزے

    هغه سر د ازادۍ طلبګار نۀ دے

    چې پۀ هر قدم سجدو ته ښکته کېږي

    د پښتنو خاوره د معلوم تاريخ نه د بېلا بېلو يرغلګرو تر يرغل لاندې راغلې ده . دغه يرغلونو او يرغلګرو هر ځل دا وطن وران کړے دے او د دې قام او وطن پۀ ننګ ولاړ د پښتنې خاورې حلالي بچي ئې وژلي، ترټلي او رټلي دي. د دغه يرغلګرو مخې ته چې څوک هم ودرېدلي دي، مقاومت او مزاحمت ئې کړے دے، يا ئې د غليم يرغل او ناروا ته روا او سم نۀ دي وئيلي، يا ئې د دې قام او خاورې د امن، پرمختګ، سوکالۍ او خوشحالۍ خبره کړې ده او يا ئې پۀ دې وطن کښې د پوهې، شعور او بېدارۍ غږ پورته کړے دے؛ هغه ټول وګړي همېشه سامراج نېغ پۀ نېغه او يا ئې پۀ دې اولس کښې دننه د خپلو ساتل شوو لاسپوڅو پۀ لاس وهلي ټکولي، سپک کړي او وژلي دي. پۀ قام، وطن او خپل راتلونکي د ننګ کونکيو او ځان قربانونکيو دا نوملړ ډېر اوږد دے . پۀ دغه ښاغليو کښې يؤ ستر او روښانه نوم د پښتون منصور ښاغلي ډاکټر نجيب هم دے، چا چې خپل سر ورکړو، خپل او د خپل کشر ورور شاه پور احمدزي ژوند ئې قربان کړو، خپل بچي او کورنۍ ئې د قام او وطن پۀ سر يتيمان او بې څوکه پاتې کړل خو د پښتون وطن او افغان اولس دښمن ته ئې سنګر ورنۀ کړو، پۀ پښتنه خاوره ئې هېڅ معامله ونۀ کړه او خپل نوم ئې د افغانانو پۀ تاريخ کښې د تل لپاره پۀ زرينو تورو خوندي کړو. لکه څنګه چې مې وړاندې يادونه وکړه چې د افغانستان سياسي تاريخ د بلها ډېرو خونړيو پېښو نه ډک دے او يوه خونړۍ پېښه پکښې د ډاکټر نجيب الله وژنه هم ده، چې پۀ ظاهره ئې تور د طالبانو پۀ غاړه دے خو د افغانستان او ګڼ شمېر نړيوال څېړنکاران او سياستمدار د هغۀ د وژنې تور پۀ بهرنيو استخباراتو لګوي.

    ډاکټر محمد نجيب الله د 1947م ميلادي کال د فرورۍ او د ځينې پۀ وېنا د اګست پۀ مياشت کښې د افغانستان د سر ښار کابل پۀ مراد خانيو کښې د احمدزيو پښتنو پۀ يوه ډېره دينداره کورنۍ کښې وزېږېدو. د پلار نوم ئې اختر محمد احمدزے ؤ. لومړنۍ زدکړې ئې د کابل د حبيبي لېسې نه ترلاسه کړې، يؤ څۀ موده ئې د پېښور پۀ اېډورډز کالج کښې هم زدکړې کړې دي او بيا ئې د کابل پوهنتون نه پۀ 1975م ميلادي کښې پۀ طب کښې دکتورا ترلاسه کړه . ورپسې ئې د قرغې د احتياطو ضابطانو پۀ غونډ کښې شپږ مياشتې عسکري خدمات هم ترسره کړل.ډاکټرنجيب د خپل وخت يو بې ساري او خوږ ژبے وياند، پۀ قام او وطن ورک مئين، پوهه او ځيرک سياستمدار، د خپل وطن او اولس زړۀ ور سپاهي، مهربان او صبر کونکے مشر، د پېش بين او نوښتګر شخصيت څښتن، مثبت او جمهوري فکر لرونکے، ملت پاله، هېوادپاله او باصلاحيته پښتون ؤ.

    هغۀ د پوهنتون له وخته پۀ عملي سياست کښې برخه اخستل پېل کړل او پۀ 1965م ميلادي کال کښې پۀ باقاعده توګه د افغانستان د پرچم ګوند او پۀ 1977م ميلادي کال کښې ئې د خلق ډيموکراټيک ګوند د مرکزي کمېټۍ غړيتوب ترلاسه کړو او د کابل ښار د ښاري ګوندي کمېټۍ مشر وټاکل شو. د 1978م ميلادي کال پۀ اپرېل کښې د ثور د کودتا نه پس چې کله د افغانستان د خلق ډيموکريټک ګوند واک ترلاسه کړو نو ډاکټر نجيب ئې ايران ته د سفير پۀ توګه واستولو خو وروستو ئې د دغه رژيم سره اختلافات ډېر زيات شول چې پۀ پايله کښې ئې هغه له دندې ګوښه کړے شو. لومړے يوګوسلاويه ته، له هغه ځاے نه فرانس ته او له فرانس نه يو ځل بيا يوګوسلاويه ته لاړ خو د 1980م ميلادي کال د جنورۍ پۀ مياشت کښې وطن ته راستون شو او د دولتي خدماتو د اطلاعاتو د رئيس پۀ توګه وټاکل شو او ورسره ئې د قبائيلي چارو د سمون د کميسون مسئوليت هم پۀ غاړه واخستو. پۀ 1982م ميلادي کال کښې ئې د افغانستان د خلق ډيموکراتيک ګوند د سياسي دفتر غړيتوب ترلاسه کړو.

    د ثور د انقلاب د پرله پسې ناکاميو او داخلي بغاوتونو او خارجي لاسوهنې د هېواد حالات ورځ تر بلې خرابول؛ مرګ، ژوبله، جنګ او بې امني هرې خوا ته خوره وه. لومړے د نور محمد تره کے، بيا د حفيظ الله امين او پۀ اخره کښې د سويت يونين پۀ ټانکونو د راغلي ببرک کارمل خلاف اولس راولاړ شو او انقلاب ئې د ناکاميو سره مخ کړو، د دغه اولسي پاڅون تر شا د ګاونډي هېوادونو او نړيوالو طاقتونو لوے لاس ؤ . دغه پاڅون د افغانانو وينه لکه سېلاب توې کړه،ډاکټر نجيب د وينو پۀ دغه سېلاب کښې راولاړ شو او د خپل اولس او وطن د ژغورلو هڅه ئې وکړه. هغۀ که يؤ اړخ ته خپل اولس ته لارښودنه کوله نو بل اړخ ته ئې د خلقو او حالاتو نه زدکړه هم کوله، پۀ وطن کښې روان ناورين ئې پۀ ډېر ژور نظر څارلو او پۀ هېواد کښې دننه او له هېواد نه بهر د ورځ پۀ ورځ بدلېدونکو سياسي او زمکني حالاتو څېړنه او شننه ئې هم کوله. د همدغه زدکړې او څارنې پۀ پايله کښې ئې په وطن کښې د روان ناورين د حل لپاره يوه بشپړه تګلاره او يوه کوټلې نظريه وټاکله. د ايډيالوژيکي چوکاټونو نه فاصله نيول او پۀ عمل کښې د تېرو تپل شوو ايډيالوژيکي چوکاټونو طردول، پۀ سوله ايز ډول د افغانستان د لانجې حل، پۀ جګړه کښې د ښکېلو ډلو ترمنځه د ډائيلاګ او خبرو اترو لاره پرانستل، د افغانستان نه د روسي لښکرو د وتلو لاره برابرول او د سياسي پلورالېزم پۀ اساس پۀ هېواد کښې د ډيموکراسۍ رواج او پۀ عمل کښې پلي کول د دغه نوې سياسي نظريې غټ غټ او مهم ټکي وو. د ملي روغې جوړې او سولې دا نظريه پۀ 1986م ميلادي کال کښې د ډاکټر نجيب لۀ خوا پۀ يوه ګوندي غونډه کښې رسماً اعلان او د يؤ ستراتيژک هدف پۀ توګه وړاندې شوه چې د غونډې د ګډونوالو له خوا پۀ متفقه توګه ومنل شوه.دغه سياسي نظريه پۀ لاندينيو څلورو ستنو ولاړه وه:

    1. له فوځي پلوه پۀ ټول افغانستان کښې د سولې راوستل، د عادي خلقو نه وسله راټولول او يؤ مرکزي افغاني مرجع ته ورسپارل.

    2. پۀ سياسي ډګر کښې د بېلا بېلو سياسي قوتونو اتحاد جوړول، سياسي پلوراليزم رامنځته کول، ډيموکراسي او پراخه بنيادي حقوقي ادارې جوړول.

    3. لۀ اقتصادي او اجتماعي پلوه د اقتصاد ټولو ډولونو له وده او پراختيا ورکول او د يو ازاد بازار د يو پياوړي اقتصادي سيسټم رامنځته کول.

    4. د ملي روغې جوړې پۀ پلان کښې درې مهمې مسئلې د لومړي عملي اقدام پۀ توګه پلي کول، يعنې:

    الف: شپږ مياشتنے يو اړخيز اوربند.

    ب: د وسله وال اپوزيشن پۀ ګډون د ملي وحدت حکومت تشکيلول او

    ج: پۀ ايران او پاکستان کښې مېشتۀ شا و خوا پنځه مليونه افغان کډوالان وطن ته راستنول.

    پۀ هم دغه کال د ډاکټر نجيب له خوا د يو اړخيز اوربند ترڅنګ د سياسي بنديانو د خوشي کولو او عمومي بخښنې فرمان هم صادر شو چې پۀ پايله کښې ئې پۀ زرګونو بنديان خوشي شول. د ډاکټر نجيب د دغه ټول سياست نچوړ همدا ؤ چې پۀ افغانستان کښې د بېن المللي طاقتونو د مفاداتو لګېدلے اور مړ شي. د قدرت او واکمنۍ د يو اړخيز انحصار پۀ ځاے يوه پراخ بنسټه ملي اداره جوړه شي او ټول افغانان د ازادو انتخاباتو پۀ نتيجه کښې د خپل سرنوشت د ټاکلو جوګه شي. د هغۀ د دغه سياست پۀ پايله کښې پۀ 1986م ميلادي کال کښې د افغانستان د نوي اساسي قانون مسوده د عمومي بحث لپاره وړاندې شوه او د مخالفينو پۀ شمول د ټول اولس نه غوښتنه وشوه چې پۀ دغه مسوده کښې د ضروري بدلون او تغير لپاره د اساسي قانون د کميسون له لارې خپل نظرونه وړاندې کړي. څو مياشتې وروستو پۀ 1987م ميلادي کال کښې پۀ دغه مسوده د بحث لپاره يوه هر اړخيزه لويه جرګه را وغوښتل شوه چې پکښې پۀ متفقه توګه د دغه مسودې د منظورولو ترڅنګ ډاکټر نجيب هم، چې هغه وخت د افغانستان د استخباراتي ادارې خاد مشر ؤ، د هېواد د نوي اولس مشر پۀ توګه وټاکلے شو. دا هغه وخت ؤ چې روسي او افغاني ځواکونه پۀ افغانستان کښې د هغه اولسي پاڅون پۀ ضد پۀ جنګ کښې بوخت وو چې پېسې به ورله امريکې او د عربو شېخانو ورکولې او وينه به پکښې د افغانانو توئېدله.

    د ملي روغې جوړې د سياست پۀ پايله کښې د 1989م ميلادي کال د فرورۍ پۀ شپاړسمه نېټه د جنيوا د تاريخي لؤظنامې ترمخه د روسي ځواکونو پۀ بشپړه توګه د بېرته ستنېدلو لپاره لاره هواره شوه او د 1992م ميلادي کال پورې شا و خوا ټول روسي ځواکونه لۀ افغانستان نه لاړل. دا د ډاکتر نجيب لۀ خوا د افغانستان د جنګ د ختمولو او د روسيې د نېغ پۀ نېغه مرستې او مداخلت نه بغېر د افغانانو ترمنځه د ټولو شخړو د هواري شعوري ګام ؤ خو لۀ بده مرغه د خپلو او پرديو د ناوړه سازشونو ښکار شو او نۀ يوازې دا چې د هغۀ د سولې راوستو،د وطن د بيا رغولو او د افغانانو د وينخړ د روان بهير د خاتمې ټول ارمانونه نيمګړي پاتې شول بلکې هغۀ پکښې خپل او د خپلې کورنۍ د غړو ژوند هم قربان کړو.

    د روسي ځواکونو د افغانستان نه د وتلو وروسته کۀ هر څو دا باور کېدو چې د کابل حکومت به پۀ يو څو ورځو او يا مياشتو کښې سقوط وکړي خو ډاکټر نجيب پۀ ډېرو لږو وسائيلو او خپل لوے استعداد دغه اټکلونه غلط ثابت کړل.پۀ دغه وخت کښې ډاکټر نجيب خپل اولس ته دوه وينه تودوونکي شعارونه ورکړل؛ يو ئې “وطن يا کفن” او بل ئې “سر ورکوو خو سنګر نۀ ورکوو”.د روسي ځواکونو لۀ وتلو وروستو مجاهدينو پۀ جلال اباد غټه حمله وکړه خو د افغان ځواکونو د سخت مقاومت سره مخ شول او ماتې ئې وخوړه. مجاهدينو پۀ لومړيو څو ورځو کښې د بريا دعوېٰ وکړې خو اخر دغه جنګ د افغان ځواکونو پۀ ګټه تمام شو. “وطن يا کفن” او “سر ورکوو خو سنګر نۀ ورکوو” شعارونو د جلال اباد پۀ جنګ کښې مهم رول ولوبولو.د پاکستان د فوځي استخباراتي څانګې ائي ايس ائي پخواني مشر جنرل حميد ګل، چې د جلال اباد د جنګ قومانداني ئې کوله، د پاکستان يو شخصي ټيليويژن سره پۀ يوه مرکه کښې دا منلي وو چې د جلال اباد پۀ جنګ کښې ئې ماتې خوړلې وه،هغۀ دا هم وئيلي وو چې جنګ ئې د پاکستان د هغه وخت د وزيراعظمې مېرمن بېنظير بهټو پۀ حکم پېل کړے ؤ.

    ډاکټر نجيب چا او ولې مړ کړو او ګناه ئې څه وه؟ پۀ دې کښې شک نشته چې هغه د پښتون اولس او پښتون وطن دښمنانو وژلے دے، د هغۀ ستره ګُناه دا وه چې هغۀ د افغانستان روان ناورين، ورور وژنې، د بهرنيو لاس وهنې، د پښتون وطن پۀ سينه د پرديو مفاداتو پۀ خاطر لګېدلے سور اور، بد امنۍ او بدبختۍ ته د پاې د ټکے ايښودلو هڅه کوله، نن هم د ډاکټر نجيب د امن او سولې لار داسې مفکوره ده چې نۀ يوازې پۀ افغانستان بلکې پۀ دې ټوله سيمه کښې امن راوستلے شي. ډاکټر نجيب لوے ملي او مترقي شخصيت ؤ خو د افغانستان دُښمنانو دې ته نۀ پرېښودلو چې جنګ ځپلي افغانستان ته سوله راوړي. نن هم پۀ افغانستان کښې د هغه وخت حالاتو ته ورته حالات دي، د قام او وطن خېرخواهان د سولې راوستلو لپاره يو اړخيزه هڅې کوي خو د کور دننه او بهر دښمنان نن هم د دغه هڅو د شنډولو لپاره شپه او ورځ منډې ترړې وهي او نۀ غواړي چې پۀ پښتون وطن روان د پردیو مفاداتو جنګ پاے ته ورسي.

    ډاکټر نجيب د وطن د سولې پۀ خاطر هرې قربانۍ ته غاړه ايښې وه، د مخالفينو د غوښتنې او د سولې د پلان سره سم ئې د خپلې څوکۍ نه استعفا ورکړه، حالانکې څېړونکي وائي چې دغه پرېکړه د ډاکټر نجيب لويه تېروتنه وه، ځکه چې کله هغه د واک نه ګوښه شو نو پۀ ټول هېواد کښې حالات ډېر کړکېچن شول، د کورنۍ جګړې د اور لمبو ټول هېواد لتاړ کړو او د مرګ ژوبلې هغه نۀ ختمېدونکې لړۍ پېل شوه کومه چې لا تر نن ورځې روانه ده. ډاکټر نجيب د مړينې نه وړاندې پۀ کابل کښې د ملګرو ملتونو پۀ ودانۍ کښې پناه اخستې وه او لکه د يؤ قېدي ئې ژوند کولو.کابل ته د طالبانو د ورتګ نه وړاندې، داسې وئيل کېږي، چې هغۀ ته د ښار نه د وتلو لپاره وئيل شوي وو خو هغۀ دغه وړانديز ځکه نۀ ؤ منلے چې وائي هغۀ دا نۀ ګڼل چې طالبان به ئې ووژني. د 1996م ميلادي کال د ستمبر پۀ 27مه نېټه ډاکټر نجيب پۀ زور د ملګرو ملتونو د ودانۍ نه راوويستل شو، د ډېر تشدد او وهلو ټکولو نه پس ووژل شو او د مړي ئې سپکاوے وشو. پۀ سبا ورځ ئې د کابل پۀ اريانه څلور لارې کښې، د صدارتي ماڼۍ مخې ته د کشر ورور شاه پور احمدزي د مړي سره مړی راوځړول شو،دا هغه ځاے ؤ چې ډاکټر نجيب پکښې پۀ خپله يوه اولسي وېنا کښې د جلال اباد پۀ جګړه کښې د پاکستان پۀ ښکېلتيا سختې نيوکې کړې وي، طالبانو خلقو ته ووئيل چې بايد نۀ د هغۀ جنازه وکړي او نه ئې مړے ښخ کړي، څو ورځې وروستو د دواړه وروڼو مړي د پکتيا ولايت مرکز ګردېز ته يؤړل شول او پۀ خپل پلارني کلي کښې خاورو ته وسپارل شول.

    وخت او تاريخ داسې منصفان دي چې د چا مخ ملازه نۀ کوي، د ډاکټر نجيب قاتلانو کۀ پرون د خپل جبر پۀ زور خپل تور مخونه پټ کړي او سپين کړي وو خو وخت ئې نن ناولي او تور مخونه راڅرګند کړل او تر څو چې دا نړۍ ودانه وي، د ډاکټر نجيب قاتلان به مختورن وي او هغه به لکه د ايلم، سپين غر، تاترې، هندوکش، ملاکنډ او ماهيپر د غرۀ غوندې هسکه غړۍ او جيګه شمله پۀ وياړ د هر پښتون پۀ زړۀ کښې دېره وي، نن د ډاکټر نجيب څلے هم معلوم دے او د قام ګڼ شمېر وګړي ئې خپل اتل هم ګڼي خو برعکس د هغۀ مخالفين تر ننه پټ ګرځي او چې ووژل شي نو نه ئې څوک د جنازو د مراسمو نه خبرېږي او نه ئې څلي معلوم وي.

    حقیقت دهندوکش پۀ څېر ولاړ دے

    عقیدت لکه د واورې ویلي کېږي

    اروا ئې ښاده او ياد ئې تلپاتې

    نوټ: شعرونه د عبدالسلام دي

    حوالې:

    1. وطن يا کفن، مولف: نورالبشر نويد

    2. د ښاغلي بهروز خان مقاله

    3. بېلا بېلې مقالې او مجلې

  • د طالبانو اتحاد . . . د يو نوي سوړ جنګ پېل کېدل؟ – شميم شاهد

    د طالبانو اتحاد . . . د يو نوي سوړ جنګ پېل کېدل؟ – شميم شاهد

    پۀ داسې حال کښې چې پۀ نړۍ کښې يو نوے سوړ جنګ پېل کېږي، يو طرف ته پۀ افغانستان کښې د طالبانو او امريکې ترمٰېنځه موافقنامه شوې ده، امريکه کوشش کوي چې د متحاربو افغان مشرانو ترمېنځه خبرې اترې پېل شي او بل طرف ته د پاکستان ترهه ګر تنظيمونه اتحاد طرف ته روان دي. تر اوسه پورې د تحريک طالبان پاکستان درې مختلف ګروپونه يو شوي دي. او هم دغه شان پۀ سندهـ کښې لشکر جهنګوي او د القاعده جنګياليو هم د تحريک طالبان پاکستان سره د يکجهتۍ او اتحاد ژمنه کړې ده. وئيلے کېږي چې نور د ترهه ګر ګروپونو مشرانو يعنې د لشکر اسلام منګل، شورا اتحاد مجاهدين شمالي وزيرستان حافظ ګل بهادر او هم دغه شان د دره ادم خېل د طارق ګيدړ ګروپ جنګيالو سره هم پۀ تحريک طالبان پاکستان کښې د شاملېدو لپاره خبرې اترې روانې دي. د تحريک طالبان پاکستان د متحد کېدو نه دا ثابته شوه چې د ضرب عضب، خېبر ون، راه راست او راه نجات پۀ حقله شوې دعوې بس دعوې ثابتې شوې. کۀ څۀ هم د حکومت لۀ خوا ګواښونه ډېر کېږي خو هر چا ته پته ده چې پۀ عملي توګه هېڅ هم نۀ کېږي . د طالبانو پۀ متحد کېدو تر اوسه پورې سرکاري بيان مخې ته نۀ دے راغلے. خو پۀ ماضي کښې د طالبانو ملاتړ کوونکي مذهبي سياسي ګوندونه پۀ دې اتحاد د خوشحالۍ څرګندونه کوي. بهر حال يو طرف ته مترقي، ملت پاله او جمهوري ګوندونه دا اتحاد نۀ صرف د ملک بلکې د ګاونډي هېواد افغانستان پۀ زيان بولي. يوه عجيبه خبره ده چې د تحريک طالبان پاکستان پخوانے وياند قارى احسان الله احسان يو طرف ته د تحريک طالبان پاکستان پۀ اتحاد ډېر زيات خوشحاله دے خو بل طرف ته قاري صېب پۀ افغانستان کښې د امريکې او افغان طالبان ترمېنځه پۀ امضاء شوې امن معاهدې باندې هم ډېرې د خوشحالۍ څرګندونې کوي. وائي چې پۀ افغانستان کښې به ډېر زر امن راشي. خو قاري صېب وائي چې د طالبانو اتحاد به د پاکستان د چارواکو سره مصالحت او مفاهمت نۀ کوي بلکې د اتحاد نه وروستو به تحريک طالبان پاکستان پۀ مزاحمت زيات زور اچوي. د يو مذهبي سياسي ګوند مشر وائي چې دوي دې اتحاد ته پۀ ښۀ سترګه ګوري او غواړي چې طالبان د حکومتي چارواکو سره خبرې اترې وکړي، مفاهمت وکړي. بهرحال د عوامي نېشنل ګوند وياند زاهد خان وائي چې کۀ چرې طالبان منظم شي نو د دوي عمليات به پاکستان او افغانستان دواړو هېوادونو کښې وي نو ځکه هغوي د ترهه ګرۍ د مخ نيوي لپاره د پاکستان او افغانستان چارواکو ته د يو متفقه لائحه عمل جوړولو مشوره ورکړې ده . هم دغه شان پخواني سېنېټر افراسياب خټک د طالبانو د دې اتحاد نه امن او سلامتيا ته د خطرو اشاره کړې ده او وائي چې دا طالبان به د ماضي پۀ شان يو وارې بيا بې ګناه وګړي وژني، تباهي به را ولي ځکه چې دوي سره پۀ دولتي، سياسي، انتظامي، سېکورټي او مذهبي څانګو کښې مرسته شته.

    د دې نه هېڅوک هم انکار نۀ شي کولے چې تحريک طالبان پاکستان د افغانستان د تحريک طالبان نه جدا تنظيم نۀ دے . د دې دواړو تنظيمونو مقصد او مرام يو دے. او تحريک طالبان افغانستان کښې حقاني نېټ ورک يو ډېر مهم ګروپ دے. حقاني نېټ ورک نۀ يوازې د تحريک طالبان افغانستان يو منظم او متحرکه برخه ده بلکې حقاني نيټ ورک د پاکستان، افغانستان، القاعده او نورو نړيوالو ترهه ګرو تنظيمونو لپاره د پل کردار لوبوي. د حقاني نېټ ورک ټولې هلې ځلې فعالې دي او تر اوسه يو حقاني نېټ ورک دے چې پۀ افغانستان کښې د امن راوستلو لپاره د افغان طالبانو او امريکې ترمېنځه شوې موافقنامه نۀ ده منلې او نۀ ئې مسترد کړې ده.

    بل طرف ته د پاکستان او سعودي ترمېنځه اوبۀ خړې شوې دي او د دواړو هېوادونو ترمېنځه اوس د بدګمانۍ فضاء مخې ته راغلې ده. هېڅوک هم دا خبره نۀ شي رد کولې چې د تېرو پنځوسو کلونو راهسې امريکه او سعودي عرب کلک ملګري دي. پۀ افغانستان کښې د جهاد پۀ نوم باندې تباهۍ او بربادۍ کښې امريکه، سعودي عرب،پاکستان او نور اتحاديان وو. خو اوس داسې ښکاري چې سعودي عرب د ايران پۀ معامله او يمن پۀ جګړه د پاکستان نه خفه دے. د متحده عرب امارات داسرائيل سره اړيکې هم پۀ پاکستان ښۀ نۀ لګي. دپاکستان پۀ کابينه او حکومت کښې د سعودي عرب مخالف چارواکي زيات دي. داسې ښکاري چې پۀ نړۍ کښې د ترهه ګرۍ خلاف يو نړيوال جنګ او د عرب بهار نه يو نوے سوړ جنګ پېل کېږي او د جنګ مرکز به بيا پښتونخوا وي. پکار ده چې د ډيورنډ کرښې نه دواړو غاړو ته پراتۀ پښتانۀ مشران د دې نوي جنګ نه د قوم د بچ کولو لپاره تابيا وکړي.

  • د يوېشتمې پېړۍ بدلېدونکے سياست او پاکستان – عبدالرؤف يوسفزے

    د يوېشتمې پېړۍ بدلېدونکے سياست او پاکستان – عبدالرؤف يوسفزے

    څلور کاله مخکښې کله چې ما پۀ اېکسپرېس اخبار پېښور کښ کار کولو نو يوه ورځ ټرېبون افس کښې د کشمير د ازادۍ وسله والې ډلې يو مېلمه سره زمونږ ناسته وشوه چې پۀ کښې شميم شاهد صېب هم ناست ؤ. د ډېرو خبرو اترو نه پس کله چې مېلمه سره زۀ لاندې راکوز شوم او پۀ مخه ښه مې ورته ووئيله نو تپوس ئې وکړو چې زمونږ څۀ مستقبل دے؟ نو ورته مې ووئيل چې سياسي جنګ ډېر ضروري دے ځکه چې ريجنل او بېن الاقوامي قوتونو ته وسلواله مبارزه نوره قبوله نۀ ده . هغه حېران شو او راته ئې ووئيل چي هم نن زۀ د دې وطن تکړه ادارې دوستانو سره ناست وم او هغوي راته ووئيل چې تاسو خپل کار جاري ساتئ، هېڅوک درته هم څۀ نۀ شي وئيلے.

    بس اخر کښې مې ورته ووئيل چې امير صاحب چين پۀ زرګونو بلين ډالره سرمايه کاري پۀ دې وطن او نورو ګاونډي ملکونو کښې پۀ دې وجه نۀ کوي چې خپل دوست پاکستان ته دې اجازت ورکړي چې جنګي مېدان دي ګرم وساتي . اول خو چين ته قبوله نۀ ده ځکه چې جنګي اقتصاد نه خبره پرامن اقتصاد او ورسره جيو سټرېټيجکل نه اکنامک سټرېټجيکل ته روانه ده.

    يو کال مخکښې پۀ لندن کښې مونږ د هندوستان، پاکستان، سري لنکا او بنګله دېش صحافيان يو سينئر انګرېز افسر سره ډنر ته ناست وو، هلته هغۀ هم دغه ووئيل چې هندوستان يو اېمرجنګ اقتصادي طاقت دے چرته چې د کاروبار ډېر لوے چانسز شته دے ولې بلخوا پاکستان د خپلو پاليسيو لۀ وجې پۀ دنيا کښې يواځې پاتې کېدو طرف ته روان دے. هم پۀ دغه وخت کښې ورته زمونږ د پنجاب يو دوست صحافي ووئيل چې د دې طالبانائزېشن بنيادونه خو هم تاسو ايښودي وو. خو انګرېز ډېر هوښيار انسان ؤ، هغۀ ورته ووئيل چې دغه کار مونږ او د پاکستان ملټري اسټېبلشمنټ پۀ شريکه کړے ؤ. بهرحال وخت ډېر تېزۍ سره تېر شو او حالات بدل شو. ترکي، ملائشيا او ايران چې کله محسوسه کړه چي ارګنائزيشن اف اسلامک کنټريز (او ائي سي) باقي صرف Oh I See پاتې شو نو پۀ دغه وجه دوي وغوښتل چې يو بل بلاک جوړ کړو چي پۀ کښې د اسلامي نړۍ مسئلو ته فوري حل پېدا کړو.

    پاکستان ته هم کانفرنس کښ د وېنا او شرکت دعوت ورکړے شو خو هغه وائي کنه چې Beggars are not choosers يعنې “سوال ګري سره اپشن نۀ وي” او بس صرف به يس سر کوي. چونکې دغه وخت پاکستان شديد مالي بحران سره مخ ؤ او پاکستان ته فوري طور باندې ډالرز پکار وو نو هم دغه وجه وه چې کانفرنس نه د سعودي عرب پۀ دباؤ پاتې شو. مړ هم شو او پړ هم.

    وئيلے کېږي چې دنيا امريکن، چائنيز او يا کوم بل بلاک کښې واپس تقسيمېږي، ښه نو بيا او زمونږ به پکښې سوېمه برخه جوړېږي. پښتانۀ مشران وائي چې زۀ د چا او زما څوک! پۀ دې دواړه کښې ډېر زيات فرق دے. پاکستان به بيا وائي چي زۀ د چا؟ دغه خبره هم اوس سېکنډري ده. اصل خبره بلکې سوال دا دے چې کۀ مونږ پۀ هر بلاک کښې انټري کوو، خو د موجوده پاليسۍ سره به مو ځان سره څوک پرېږدي؟ کله هم نه! امريکه خوکله هم پاکستان د وسله والو سپورټ ته نۀ پرېږدي او کۀ پۀ مستقبل کښې چرته هم داسې وشي نو دغه به زمونږ معاشي، معاشرتي، اقتصادي او سياسي خود کشي وي. امريکائي صدر هم دا وئيلي دي چې افغان شخړه زمونږ د پولې نه پۀ زرګونو کلوميټره لرې ده او دا مسئله د مقامي طاقتونو پاکستان، هندوستان، روس ، چين او ايران ده. د مسلمانې نړۍ مالدار ملکونو سعودي عرب او عرب اماراتو پۀ هندوستان کښې ډېره لويه سرمايه کاري کړې ده. تېر کال کله چې سعودي کراؤن پرنس محمد بن سلمان پاکستان او بيا هندوستان ته پۀ چکر راغلے ؤ نو هغۀ پاکستان کښې شل بلين ډالرز او هندوستان کښې د سل بلين ډالرز سرمايه کارۍ اعلان کړے ؤ او هم پۀ دغه وجه سعودي عرب، پاکستان ته وئيلي دي چې د چين او انډيا د شخړې نه ځان جدا وساتي. خبره واضحه ده، زما خوږه وروره د ملکونو تعلقات پۀ ګټه او تاوان وي، دغه ځاے کښې مذهب او ورورولي وغېره هېڅ معني نۀ لري. داسې ښکاري چې پۀ سوېلي اېشيا کښې به اوس د عرب ملکونو ښۀ او مضبوط تعلقات د هندوستان سره وي. او کله چې مودي حکومت د کشمير يو خودمختار ائيني حېثيت ختم کړو نو د دغې کارنامې نه پس سعودي حکومت مودي ته اېوارډ ورکړو. زۀ ګڼم چې دا ئې ډېر ښۀ وکړل او کېدے شي مونږ اوس د دې خام خيالۍ نه را بهر شو او يو حقيقت پسند او د ترقۍ سوچ وکړے شو.

    يو اے اي ،اسرائيل تسليم کړو، خلک ورته کۀ هر رنګه ګوري خو د يو ازاد وطن مشران هم دغه شان کوي او د خپل قام او وطن د ترقۍ سوچ د مذهب نه بالاتر ګڼي. باقي دا چې غلام قومونه فېصلې پۀ خپله نۀ شي کولې ځکه چې سوالګري د پېسو د پاره لاس نورو ته نيسي. زما اميد دے چې اوس به پاکستاني پاليسي مېکرز، ميډيا، سو کالډ انټلکچولز د خپلو ذهنونو نه او هم دغه شان د نصبابونو نه به د امت مسمله او نورې دنګې دنګې دعوې اوځي. د هر چا پۀ خپل سر ده. پرونه پورې به هم دغه خبرې کېدلې چې پۀ کشمير او فلسطين کښې ډېر غټ ظلم روان دے او د ديبل (سند) نه د يوې مظلومې مسلمانې پۀ اواز حجاج بن يوسف لشکر کشي کړې وه. پته نۀ لګي چې اوس د دې وخت عربيان پۀ ګاونډ (فلسطين ) کښې د مظلومانو اوازونه نۀ اوري کۀ پۀ سترګو ړاندۀ شوي دي.

    پاکستاني پاليسي مېکرز دې باقي پۀ دې خبره کليئر وي چې دنيا بدلېږي او خپل ځان له دې پۀ نړۍ کښې باقي پۀ وچتو سترګو مناسب ځاے وګوري. جنګونه او جنګونو ته د ودې ورکولو وخت ختم شو. اوس افغان طالبان دي او کۀ کشمير کښې ګوتې وهل دي او کۀ نور څۀ شخړو ته هوا ورکول وي او کۀ هر څوک ئې ورکوي، نو دا نۀ صرف ځان سره بد کوي بلکه پۀ خپل راتلونکي نسل به هم ظلم کوي. د يو سوکاله او خوشاله پاکستان د پاره دا يو څو خبرې دي چې هندوستان او افغانستان سره دې د ګاونډګيرۍ تعلق جوړ کړي . دا هم مهمه ده چې د پاکستاني پراډکټس د پاره نزدې مارکيټ هندوستان، افغانستان او يا بيا مرکزي اېشيائي رياستونه دي.

    بېن الاقوامي سطح باندې مونږ چرته ولاړ يو؟ زمونږ شناخت څۀ دے ؟ د بده مرغه دا يو ډېر تريخ حقيقت دے چې کله تپوس وشي چي What is your contribution to the world in 21st Century? نو بيا دغه ځاے انسان وائي چې پۀ کوم تاخ کښې ئې واچوم. فارن پاليسي يا خارجه پاليسي باندې کار کول دي خو اول خبره دا ده چې څنګه به يو دروند او عزت دار ژوند د دې وطن باشنده ته ملاوېږي. پۀ دې لائنز کار کول ډېر ضروري شوي دي.

    پاکستان کۀ چرته هم وغواړي چې د جنګي اقتصاد پۀ ځاے تجارت د پاره افغانستان او هندوستان سره تعلقات بحال کړي نو ډېر زه به ئې معاشي ستونزې هوارې شي. زمونږ تعلقات يو اے اي، امريکا، سعودي عرب او نو ډېر ملکونو سره پخوا پۀ شان نۀ دي پاتې. يو چين پاتې دے باقي سدهوم ته شين دے. کۀ حالات چرته داسې روان وي او عمران خان او ټيم ئې پاليسيانې ري وزټ نه کړلې نو بربادي او سمندر کښ ډوبېدل زمونږ قسمت دے. There is no permanent enemy and friend in international relations او هم دغه وجه ده چې حالات تېزۍ سره بدلېږي. سعودي شهزاده محمد بن سلمان يو ځوان دے، هغه تعلق جوړولو او ماتولو کښې ډېر وخت نۀ اخلي نو کۀ چرته پاکستان يوه ازاده پاليسي خپله کړله چې نۀ د چين، نۀ د امريکا او نۀ د بل او بل د خواهشاتو مطابق وي نو کله به هم زمونږ د وطن نوم پۀ منفي قصو کښې د دنيا پۀ ميډيا کښې نۀ راځي. اصل خبره بيا د معاشي ترقۍ او پرامن ګاونډګيرۍ ده.

    تېرو څلوېښت کالو راهېسې افغان کډوال پۀ پاکستان کښې اوسېږي او د ورورولۍ ډېر شاندار داستانونه موجود دي خو سوال دا پېدا کېږي چې بيا هم د افغان دولت پاليسي پاکستان نه د خفګان اظهار کوي نو د دې خبرو ذمه وار اوس څوک دي؟ ايا مونږ کله پۀ دې خبره سوچ کړے دے چې دا ولې؟ ولې د يو مهم ګاونډي هېواد، چې ورسره دوه نيم زره کلوميټره نه زياته پوله لرو، سره زمونږ تعلقات مثالي نۀ دي؟ او ولې د دومره هڅو باوجود پۀ سيمه کښې امن نۀ پۀ ځاے کېږي؟

    پاکستان له پکار دي چې د جنګ زپلي افغان اولس د درد دارو شي او د يو نوي افغانستان پۀ تعمير کښې خپل کردار پۀ بهترين انداز ولوبوي چې زړونه وګټلے شي، کرکې دې ورکې کړي او د امن، تجارت، سوکالۍ خبرې او سوچونه دې رامېنځ ته کړے شي. هندوستان يو غټ مارکيټ دے او چين، سعودي، يو اے اي لګيا دي خپل روزګار پۀ وړاندې بوځي نو دغه چانسز خو پاکستان ته د ټولو ملکونو نه ډېر دي، بايد شروع د افغانستان څخه وکړے شي او پۀ سميئزه توګه تجارتي هلې ځلې پېل کړے شي.

  • راځئ چې پاکستان جوړ کړو – اېمل ولي خان

    راځئ چې پاکستان جوړ کړو – اېمل ولي خان

    د پاکستان جوړېدو ۷۳ کاله وشو او زمونږ بدقسمتي يا خوش قسمتي ده چې مونږ نن هم د دې وړاندېز سره يو چې “راځئ چې پاکستان جوړ کړو.” يوازې دا نه بلکې دا وړاندېز مونږ د پاکستان د جوړېدو نه واخله تر ننه کوو خو د پاکستان دننه څۀ مخصوص ذهنونه، چې پاکستان ټوټې ټوټې کول غواړي، د هغوي هڅه ده چې مونږ پۀ څۀ طريقه غداران وګرځوي . “راځئ چې پاکستان جوړ کړو”، دا نعره ۷۳ کاله پس اېمل ولي خان نۀ وهي بلکې دا وړاندېز د پاکستان د جوړېدو سره سم باچاخان د پاکستان پۀ لومړۍ قانون سازه اسمبلۍ کښې ورکړے ؤ. د دې وړاندېز د منلو پۀ ځاے هغه مخصوص ذهنونو پۀ بابړه کښې بې ګناه او تش لاسي پښتانۀ شهيدان کړل. باچاخان او ولي خان ئې د شپږو کالو لپاره جېل ته ولېږل . دغه وخت پۀ دوي دا الزام ولګول شو چې باچاخان فقير ايپي سره پۀ شريکه پۀ پاکستان د حملې سازش جوړ کړے . شپږ کاله وروستو باچاخان، ولي خان او نور خدائي خدمتګار د جېلونو نه راووتل خو لا تر اوسه پاکستان پۀ باچاخان دغه الزام ثابت نۀ کړے شو.

    دغه سلسله چې تر ولي خان راورسېده نو ولي خان د بنګال د جوړېدو پۀ وخت نۀ صرف پاکستان د ماتېدو نه د بچ کولو کوشش وکړو بلکې د مخالفو ګوندونو د مشر يعنې اپوزيشن ليډر پۀ حېث ئې د پاکستان د متفقه ائين پۀ جوړولو کښې ژوندے کردار ادا کړو کوم چې د پاکستان د مضبوطولو يو شعوري کوشش ؤ.

    پۀ دغه وخت کښې يو وارې بيا هم هغه ذهنونو ولي خان جېل ته ولېږو او پۀ يو وخت باچاخان، ولي خان او اسفنديارولي خان قېد کړے شو. دا د پاکستان يا کېدې شي د دنيا د تاريخ يواځينۍ مرحله وه چې پۀ يو وخت پلار، زوے او لمسے يعنې درې نسلونه پۀ جېلونو کښې واچول شو، رياست پۀ دې عمل د خپلې کاميابۍ دعوې هم کولې.

    د دې ټولو سختيو پۀ اړه به ډېر کم خلک خبر وي چې د باچاخان نه تر اسفنديارولي خانه پۀ دوي څومره ظلمونه واچول شو خو د هغوي پۀ استقامت کښې هېڅ کمے رانغلو او د خپل اولس د حقونو د جنګ نه وروستو نۀ شو.

    پۀ ۱۹۷۱م کښې چې کله پاکستان ماتېدو نو پۀ هېڅ يو سياسي مشر کښې دا حوصله نۀ وه چې هلته لاړ شي او د هغه ځاے د مشرانو سره خبرې وکړي خو ولي خان پۀ دغه وخت کښې هم د يو نر سياسي مشر پۀ حېث خپل کردار ادا کړو او مشرقي پاکستان ته لاړ، هلته ئې د مشرانو سره هم دا خبره وکړه چې “راځئ چې پاکستان جوړ کړو”.

    د تاريخ زده کوونکو ته به دا معلوم وي چې پۀ دغه وخت کښې شېخ مجيب الرحمان ولي خان ته وئيل، “تاسو خو د پاکستان د جوړېدو مخالف وئ، پاکستان مونږ جوړ کړے او نن تاسو د دې ملک د بچ کولو کوشش کوئ”، د ولي خان ځواب ؤ چې “مونږ هغه وخت هم د تقسيم خلاف وو او نن هم د تقسيم خلاف ولاړ يو”. دا د پاکستان د جوړولو خبره وه خو پۀ بدل کښې پۀ ولي خان د غدارۍ او د غېرملکي اېجنټ تورونه ولګول شو او د جمهوريت د بقا پۀ جنګ کښې ولي خان جېلونو ته ولېږل شو.

    پۀ ۱۹۷۳م کښې چې کله د پاکستان ائين جوړېدو نو ولي خان د مخالفه ګوندونو مشر يعنې اپوزيشن ليډر ؤ. کۀ ولي خان نۀ غوښتل نو پاکستان کله هم موجوده ائين پۀ متفقه توګه نۀ شو جوړولے خو دغه وخت هم ولي خان د ملک د جوړولو او د مضبوطيا خبره کوله يعنې هم د دې وړاندېز سره ولاړ ؤ چې “راځئ چې پاکستان جوړ کړو”. هم پۀ دغه ائين ولي خان خپل ځيني پښتانۀ وروڼه هم خفه کړل او ځان ته ئې د دې ملک د بچ کولو او مضبوطولو پۀ خاطر پېغورونه هم جوړ کړل خو د هغوي لوے نظر ته وګورئ چې د دې ملک د وړو قامونو د نمائنده پۀ حېث ئې د هغوي د حقونو جنګ وکړو او کاميابه هم شو.

    هم دغه تسلسل سره زمونږ موجوده مشر اسفنديارولي خان ولاړ دے . د دې ملک پارليماني تاريخ کۀ وګورئ نو تاسو ته به اندازه وشي چې کله د تېرې پېړۍ پۀ اخرۍ لسيزه کښې ترهه ګري او انتهاخوښي پۀ زياتېدو وه او د ځيني قوتونو لۀ خوا دغه اور ته پوکي وهل کېدل نو د دې ملک يواځينے سياسي مشر اسفنديارولي خان ؤ چې د پاکستان پۀ قامي اسمبلۍ کښې ئې پۀ چغو چغو وئيل چې دې اور ته پوکي مه وهئ . خو د بدقسمتۍ نه د اسفنديارولي خان دغه خبره پۀ سنجيدګۍ سره وانۀ خستل شوه او مونږ خپل ځان دغه اور ته پۀ خپله وروغورځوو. د يولسم ستمبر ۲۰۰۱م وروستو چې کله پۀ دنيا کښې نوې ډلې يا بلاکس جوړېدل نو د افغانستان پۀ اړه د پاکستان پۀ پاليسۍ کښې سمدستي د ۱۸۰ډګرۍ بدلون راوستل شو، او داسې پاکستان د امريکې اتحادي جوړ شو. دا زما ذاتي رايې ده کۀ دغه وخت جمهوري حکومت ؤ نو ممکنه ده چې پاکستان دومره نقصان نه ؤ کړے کوم نقصان چې پاکستان د ۲۰۰۱م نه تر ۲۰۰۸م وچت کړے دے . د دغه فېصلو تاوان د ۲۰۰۸م نه تر ۲۰۱۳م د عوامي نېشنل ګوند حکومت وزغملو او د دې ملک د امن پۀ خاطر مونږ د خپلو مشرانو او کارکنانو قربانۍ ورکړې، خو د ترهه ګرو پۀ وړاندې مو سر ښکته نۀ کړو.

    يوازې دا نه چې مونږ د ترهه ګرۍ پۀ ضد جنګ کولو بلکې مونږ پۀ پارليمان کښې د وړو قامونو او پۀ خصوصي توګه د پښتنو د حقونو جنګ کښې هم بوخت وو. دغه وخت د ترهه ګرۍ پۀ ضد پۀ ټول ملک کښې يوازې يوه سياسي ډله پۀ مېدان ولاړه وه او دغه عوامي نېشنل پارټي وه . هم دا د پاکستان جوړول وو او هم دغسې زمونږ درېم نسل هم دا نعره ولګوله چې “راځئ چې پاکستان جوړ کړو”. خو پۀ بدل کښې مونږ ته څۀ راکړل شو؟ پۀ دې بحث نۀ کوو.

    د خپلو حقونو پۀ جنګ کښې اسفنديارولي خان د پاکستان د پخواني صدر اصف علي زرداري سره د دې ملک صوبو او اولس له اتلسم ائيني ترميم ورکړو او پاکستان ئې د يو فېډرېشن پۀ توګه نور مضبوط کړو. د دې بدل کښې پۀ اسفنديارولي خان دا تور ولګول شو چې هغۀ امريکې سره د پښتنو د سرونو سودا وکړه . لکه څنګه چې دغه مخصوصه ذهنونو پۀ باچاخان او ولي خان د غدارۍ الزام لا تر ننه نۀ دے ثابت کړے هم دغه رنګ د اووۀ اتۀ کاله تېرېدو وروستو پۀ اسفنديارولي خان هم دغه تور ثابت نۀ کړے شو چې هغۀ د پښتنو د سرونو سودا کړې ده.

    نن د باچاخان څلورم نسل پۀ سياست کښې دے، نن هم د باچاخان کورنۍ د هغه څو ذهنونو له امله د غدارۍ د تورونو او د فتوو مخې ته لکه د غر ولاړه ده . د باچاخان د سوچ او فکر د يو وړوکي کارکن او د دې کورنۍ د سياسي وارث پۀ حېث يو وارې بيا رياست له وړاندېز ورکوو چې “راځئ چې پاکستان جوړ کړو” . دا پاکستان به هغه پاکستان وي چرته چې به د عوامي رايې احترام وي، چرته چې به اولس د طاقت منبع وي . پۀ دې پاکستان کښې به ائين او پارليمان تر ټولو اول وي، دلته کښې به ميډيا او عدليه ازاده وي، دلته به هره اداره د خپل دائره اختيار لاندې د دې ملک د پرمختګ لپاره خپل کردار لوبوي، پۀ دې پاکستان کښې به د انتهاخوښو او ترهه ګرو لپاره هېڅ ځاے نه وي، دا پاکستان به ترقي يافته پاکستان وي چرته چې به ټولو قامونو ته خپل حقونه تر لاسه وي، پۀ خپلو وسائلو به ئې اختيار وي او پۀ دې پاکستان کښې به د ائيني او قانوني حقونو لپاره پۀ اواز پورته کوونکو د غدارۍ تورونه نۀ لګول کېږي . دا پاکستان به يو پرامنه پاکستان وي چرته چې به د غېررياستي عناصرو لپاره هېڅ ځاے نۀ وي . هغه پاکستان چرته چې به د جنګ پۀ ځاے پۀ تعليم، صحت او انسانيت د فلاح لپاره پېسې لګول کېږي . چرته چې به ټول قامونه لکه د وروڼو خوېندو اوسېږي . هغه پاکستان چرته چې به اولس د غربت،ناپوهتيا، جهالت، کينه، بې ځايه روايات، دنننے انتشار، سياست کښې مداخلت يعنې سياسي انجنېرنګ او د جمهوريت پۀ ضد د سازشونو نه خلاص وي . هغه پاکستان چرته چې به ټولو قامونو ته رښتيا ازادي تر لاسه وي . چرته چې به امن وي، چرته چې به مذهبي هم اهنګي وي او د يو بل د رايې او حقونو به پوره پوره احترام وي . چرته چې به د ګاونډي هېوادونو سره د برابرۍ پۀ بنياد د ورورولۍ تعلقات ساتل وي، پۀ دې پاکستان کښې به مضبوطه داخلي او خارجي پاليسي وي.

    نن پۀ دې وطن کښې د تحريک پاکستان اور تحريک ازادۍ د پاره کوششونه کوونکو ترمېنځ چې څومره فرق ساتل کېږي، دا به ختمول وي . د تحريک پاکستان د کردارونو نه د تحريک ازادۍ کردارونه ډېر مضبوط او لوے دي . کۀ چرې تحريک ازادي نۀ وې نو کېدے شي تحريک پاکستان هم نه ؤ شروع شوے . پۀ دې وطن کښې به د تحريک ازادۍ هر اتل ته د تحريک پاکستان د کردارونو نه زيات ځاے ورکول وي، نوے نسل به د تحريک ازادۍ له اتلانو خبرول وي، دا خلک او دا کردارونه به هم لکه د تحريک پاکستان د کردارونو د نصاب برخه ګرځول وي . د خپلې کورنۍ او د يو سياسي تسلسل د څلورم نسل د استازي پۀ حېث د خپلو مشرانو پۀ لار يو وارې بيا وايو چې “راځئ چې پاکستان جوړ کړو”.

  • The Pregnant Mother of Terrorism – جاوېد ثاقب

    The Pregnant Mother of Terrorism – جاوېد ثاقب

    دا د دوه زره پينځم يا شپږم خبره ده، زۀ د څلورم ټولګي زدکړيال وم چې د “ابو مروان” پۀ نوم د القاعده يو غړے پۀ افغانستان کښې د جنګ پۀ مهال ټپي شوے ؤ او باجوړ ته کوم ډاکټر لۀ د علاج لپاره راغلے ؤ. د باجوړ لېويز سپاهيانو ته چا د دغه عربي اطلاع ورکړې وه. لېويز والا ورپسې د ګرفتارۍ لپاره ورغلي وو. عربي ته چې پته لګېدلې وه نو منډه کړې ئې وه. لېويز والا ور پسې شا ته وو چې عربي پرې پۀ تماچه ډز وکړو او د لېويز يو سپاهي ئې وويشتو چې پۀ جواب کښې پرې د لېويز سپاهيانو ډزې وکړې او هغه عربي ئې ووژلو. د عربي د مرګ نه څو ورځې پس پۀ ټول باجوړ کښې د شپې د القاعدې لۀ اړخه خطونه وغورځولے شول چې ليکلي ئې پرې وو چې مونږ به د “ابو مروان” پۀ بدله کښې سل کسان وژنو. بيا څۀ وو چې سحر به را پاڅېدو نو چرته به سکول پۀ بم الوتے ؤ، چرته به د لېويز چېک پوسټ د شپې پۀ بمونو الوځولے شوے ؤ، چرته به د موسيقۍ د کېسټونو دوکان پۀ بمونو الوځولے شوے ؤ او چرته به د نايانو دوکانونو ته خطونه غورځولے شوي وو چې کۀ چا ږيره وخروله نو انجام به ئې ډېر بد وي. چرته به انسان حلال شوے ؤ او پۀ سينه به ورته خط پروت ؤ چې څوک د امريکې جاسوسي کوي نو دغه به ئې انجام وي. دغه پېښې د ژوند معمول جوړېدې او چې سحر به خلق د کور نه راوتل نو تپوس به ئې د يو بل نه کولو چې کومه بده پېښه خو به نۀ وي را مېنځ ته شوې؟

    ما ته هغه ورځ هم ياد شي چې د باجوړ د ماموندو پۀ سيمه کښې پۀ “عمري چوک” کښې د طالبانو لۀ اړخه چېک پوسټ لګولے شوے ؤ. د ګاډو د ډرائيورانو سره به ئې د موسيقۍ کېسټونه کتل، ماتول به ئې او دړکه به ئې ورکوله چې کۀ ائنده درسره کېسټونه ګېر شول نو ښۀ به نۀ وي. سحر پۀ اخبار کښې د هغه وخت د پوليټيکل اېجنټ لۀ اړخه (دا وخت ئې زما نه نوم هېر دے) بيان راغلو او د طالبانو د دغه اقدام ستائينه ئې وکړه چې “دا طالبانو ډېر ښۀ کار کړے دے ځکه چې د موسيقۍ لۀ وجې پۀ معاشره کښې فحاشي خورېږي او مونږ د طالبانو د دې اقدام ستائينه کوو” .دغسې ورو ورو د دهشتګردۍ دغه بدرنګه او مېرنۍ مور بلاربه شوه او کال نيم پس چې لنګه شوه نو دومره بچي ئې راوړۀ چې د شمېرلو نۀ وو. د د هشتګردو بلا ګروپونه د تحريک طالبان، امارت اسلامي، القاعده، لشکر جنګوي او دغسې پۀ نورو مختلفو نومونو جوړ شول . ځاے پۀ ځاے دغه ترهګرو مرکزونه جوړ کړل او پۀ جماتونو به ګرځېدل، تقريرونه به ئې کول او د سيمې ناپوهه ځوانان به ئې د ځان سره ملګري کول. د مالدارو خلقو نه بهتې اخستل، خلق تښتول او بيا ئې د کورنۍ نه د روپو مطالبه کول، انسانان وژل او حلالول يو معمول شو. پۀ پوخ سړک او بازارونو کښې دهشتګردو ګشتونه شروع کړل او رياست د خېر پۀ غونډۍ ناست ؤ، د دې هر څۀ تماشه ئې کوله. دهشتګردو عدالتونه جوړ کړل او د اولس د زمکو، کورنۍ او نورې مسئلې به ئې پۀ خپلو عدالتونو کښې فېصله کولې. دغسې ټوله قبائلي سيمه د دهشتګردو پۀ ولقه کښې راغله او پۀ هره علاقه د يو يو طالب کمانډر حکمراني قائمه شوه او چې 2007-8 ته خبره رارسېدله نو د رياست رټ پۀ مکمله توګه ختم شوے ؤ. سېکورټي او نورې ادارې صرف تر خپلو دفترونو او خپلو کمپاونډونو محدود شوې وې. پۀ بازارونو کښې د ليويز مقررو سپاهيانو به د وېرې لۀ لاسه خپله وردي نۀ شوه اغوستې، پۀ سول کپړو کښې به ئې ډيوټي کوله. يو وحشت ناک او دهشت ناک چاپېريال جوړ شو. د سيمې مالدارو او با اثره خلقو خپلې خپلې علاقې پرېښودې او محفوظو ښارونو ته منتقل شول. د اولسي او سياسي مشرانو خولو ته د چپ تالې وغورځېدې او دغه متل تخليق شو چې “کور ته وړه تاله او خولې ته غټه تاله” يعنې د دغه ظلم پۀ خلاف څوک هم اواز مۀ وچتوئ.

    د دغه لويې ډرامې نه پس پۀ کال 2008 کښې د پاکستان فوج د خپل رټ بېرته تر لاسه کولو لپاره پۀ لويه کچه اپرېشن شروع کړو. اولس در پۀ در شو. بازارونه وران شو. کورونه ړنګ شو. لوښي پټ شو، د کورونو دروازې، ټي ائرنې، ګاډرې، فرنيچرې او نور قيمتي څيزونو پۀ کباړيانو خرڅ شو او څۀ د لاهور، فېصل اباد، پنډۍ او اسلام اباد د رنګينو بنګلو زينت جوړ شو. بلها موده اولس د خپلو علاقو نه بهر نورو ښارونو او محفوظو علاقو کښې د کډوالۍ ژوند تېر کړو او لا تر دې دمه هم بلها خلق خپلو علاقو ته نۀ دي واپس شوي. د امن بحالۍ لپاره د اولسي لښکرو سره سره د ليويز، اېف سي او ارمي د سپاهيانو وينې وبهېدې او د اوږدې خونړۍ جګړې نه پس امن د سر پۀ بدله قائم شو. ځاے پۀ ځاے چېک پوسټونه، چهاوڼۍ او فوجي کېمپونه جوړ شول. د ډيورنډ پۀ کرښه ازغن تار ولګېدو او افغانستان اړخ ته ټولې لارې بندې شوې.

    خو ولې اوس يو ځل بيا تقريباً د تېر يو کال نه پۀ ټوله سابقه قبائلي سيمه کښې د طالبانو هغه زړو ګروپونو سر ښکاره کول شروع کړي دي. وېب پاڼه “انډپېنډېنټ اردو” د وزيرستان د يو خبريال “دلاور خان وزير” پۀ راپور کښې د طالبانو د دوباره راتګ پۀ حواله ليکي چې “کالعدم تنظیم تحریک طالبان پاکستان کے جنگجوؤں کی آمد پر ایک سرکاری افسر نے تبصرہ کرتے ہوئے بتایا کہ تقریباً دو ہزار جنگجو جنوبی وزیرستان میں واپس آئے ہوں گے، جن پر حکومت کی پوری نظر ہے لیکن انہیں کسی خفیہ معاہدے کا علم نہیں۔ سرکاری افسر کے مطابق وہ اس مرتبہ وزیرستان میں عام شہریوں کی طرح پرامن رہیں گے.”

    ژباړه: د کالعدم تنظيم تحريک طالبان وزيرستان د بيا راتګ پۀ حواله سره يو سرکاري افسر پۀ خپله تبصره کښې وائي چې تقريباً دوه زره جنګيالي جنوبي وزيرستان ته راواپس شوي دي چې د حکومت د سترګو د لاندې دي. خو هغۀ ته د کومې خفيه معاهدې پۀ اړۀ کوم معلومات نشته. سرکاري افسر وائي چې دا ځل به دغه جنګيالي پۀ وزيرستان کښې د عام وګړو پۀ شان پرامن ژوند تېروي”

    دغه راپور وړاندې ليکي “گڈ طالبان کے ایک کمانڈر نے نام نہ ظاہر کرنے کی شرط پر انڈپینڈنٹ اردو کو بتایا کہ کمانڈر حکیم اللہ کے بھائی کمانڈر اعجاز خان محسود خود بھی وزیرستان پہنچ گئے ہیں اور علاقہ محسود میں موجود ہیں۔ انہوں نے کہا کہ اعجاز محسود کی سربراہی میں علاقہ محسود میں امن وامان قائم ہوگا اور کوئی بھی کسی کے حق کو نہیں چھین سکتا اور نہ ہی کوئی طاقت ور کسی غریب کا حق مار سکے گا۔ انہوں نے کہا کہ اب دونوں گروپوں کے درمیان تعلقات اچھے ہیں.”

    ژباړه: “د ګډ طالبان يو کمانډر انډپېنډېنټ اردو ته ووئيل چې د کماندړ حکيم الله محسود ورور اعجاز محسود وزيرستان ته رارسېدلے دے او د محسودو پۀ علاقه کښې موجود دے . هغۀ زياته کړه چې د اعجاز محسود پۀ مشرۍ کښې به د محسودو پۀ علاقه کښې امن و امان قائم شي او څوک به هم پردے حق نۀ شي خوړلے او نۀ به کوم زورور پۀ کوم کمزوري ظلم او زياتے شي کولے”

    دغه راپور وړاندې د يو دفاعي تجزيه نګار رېټائرډ برېګېډئير محمود شاه نظر څۀ دا ډول وړاندې کوي “دفاعی تجزیہ نگار بریگیڈئیر (ر) محمود شاہ نے بتایا کہ چند سال پہلے تحریک طالبان پاکستان کے لوگوں نے، جو وزیرستان میں فوجی آپریشن کے باعث افغانستان چلے گئے تھے، سکیورٹی اداروں کو درخواست دی تھی کہ وہ پاکستان کے ساتھ امن مذاکرات کے خواہش مند ہیں اور وہ اپنے علاقوں میں پرامن رہنا چاہتے ہیں۔اس پر فوج نے مجھے مشورے کے لیے طلب کیا تھا لیکن اس پر ان کا اتفاق نہ ہوسکا اور طالبان کے ساتھ مذاکرات نہیں ہوسکے”

    ژباړه:دفاعي تجزيه نګار محمود شاه ووئيل چې څو کاله وړاندې د تحريک طالبان غړو کوم چې د اپرېشن پۀ مهال افغانستان ته تښتېدلي وو، سېکورټي ادارو ته درخواست وکړو چې هغوي پۀ پاکستان کښې پۀ خپلو علاقو کښې د پرامن اوسېدو خواهش لري. هغه وائي چې پۀ دغه خبره زۀ فوج د مشورې لپاره راوغوښتلم خو پۀ دغه مذاکراتو اتفاق و نۀ شو”.

    وائس اف امريکه د نوموړي صحافي شميم شاهد پۀ راپور کښې ليکي چې “تحریک طالبان پاکستان (ٹی ٹی پی) سے علیحدہ ہونے والے دو مؤثر دھڑے دوبارہ تحریک میں ضم ہو گئے ہیں۔ اطلاعات کے مطابق دونوں دھڑوں کے اہم کمانڈروں نے تحریک کے سربراہ مفتی نور ولی محسود کی قیادت پر اعتماد کا اظہار کیا ہے”۔

    ژباړه: “د تحريک طالبان نه جدا شوې دوه مضبوطې ډلې بېرته پۀ تحريک طالبان کښې ضم شوي دي . د رسنيو تر مخه د دواړو ډلو کمانډرانو د تحريک د مشر مفتي نور ولي محسود پۀ مشرۍ د خوښۍ اظهار کړے دے”.

    دغه راپور وړاندې ليکي :

    “خیال رہے کہ کالعدم شدت پسند تنظیم کے سابق سربراہ بیت اللہ محسود کے 2009 میں امریکی ڈرون حملے میں مارے جانے کے بعد ضلع مہمند سے تعلق رکھنے والے جنگجو کمانڈر عبدالولی مہمند کی قیادت میں ایک گروہ نے علیحدہ کارروائیاں شروع کی تھیں۔بعد ازاں اس گروہ نے ‘جماعت الاحرار’ کا نام اختیار کر لیا تھا۔ جب کہ نومبر 2013 میں حکیم اللہ محسود کے امریکی ڈرون حملے میں مارے جانے کے بعد جب ملا فضل اللہ تنظیم کے سربراہ بنے، تو محسود جنگجوؤں نے شہر یار محسود کی قیادت میں ٹی ٹی پی حکیم اللہ محسود کے نام سے ایک علیحدہ دھڑا بنایا تھا”.

    ژباړه: ياده دې وي چې د شدت پسند تنظيم د مشر بيت الله محسود پۀ 2009 کښې د امريکې د بې پائلټه الوتکې پۀ حمله کښې د وژل کېدو وروستو د ضلع مومند سره د تعلق لرونکي کمانډر عبدالولي مهمند پۀ مشرۍ کښې يو ګروپ ځانله کاروائيانې شروع کړې وې چې وروستو د جماعت الاحرار پۀ نوم ونومېدو او پۀ 2013 کښې د حکيم الله محسود د بې پائلټه الوتکې پۀ حمله کښې د وژل کېدو وروستو چې کله مولا فضل الله د تنظيم مشر جوړ شو نو د محسود علاقې جنګيالو د شهريار محسود پۀ مشرۍ کښې د تحريک طالبان حکيم الله محسود پۀ نوم يوه جدا ډله جوړه کړه”.

    دغه راپور وړاندي ليکي چې:

    “جماعت الاحرار کے سابق ترجمان ڈاکٹر عبدالعزیز یوسف زئی نے وائس آف امریکہ کے سوالات کے جوابات دیتے ہوئے کہا کہ اتحاد کے بعد مزاحمت میں شدت آئے گی۔ان کے مطابق ٹی ٹی پی حکومت کے خلاف مزاحمت پر یقین رکھتی ہے مصالحت پر نہیں۔ ماضی میں مذاکرات کے نام پر پاکستان کی فوج نے ان کے ساتھ دھوکے کیے ہیں۔ان کا کہنا تھا کہ سرحد پار افغانستان میں طالبان اور امریکہ کے درمیان مصالحت کا تحریک طالبان پاکستان پر کسی قسم کا اثر نہیں ہو گا۔ “

    ژباړه: د جماعت الاحرار پخوانے وياند ډاکټر عبدالعزيز يوسفزے وائس اف امريکه ته د سوالونو د جوابونو پۀ مهال ووئيل چې د اتحاد وروستو به پۀ مزاحمت کښې سختي راشي . د هغۀ د وېنا مطابق تحريک طالبان پاکستان پۀ مزاحمت يقين لري پۀ مصالحت نۀ . پۀ تېر وختونو کښې د مذاکراتو پۀ نوم د پاکستان فوج د دوي سره دهوکې کړي دي . د هغۀ وېنا وه چې د پولې هغه اړخ ته پۀ افغانستان کښې د طالبانو او امريکې تر مېنځ د سوله پۀ تحريک طالبان پاکستان هېڅ اغېز نۀ لري”.

    د پورتنو راپورونو نه برېښي چې يو ځل بيا ټوله قبائلي سيمه د دهشتګردو ولقې ته تلونکې ده. سياسي، اولسي او ټولنيز غړي پۀ دغه ټول مخ ليد او شاليد خبر دي او چغې وهي چې يو ځل بيا يوې لويې تباهۍ ته لار جوړېږي. د عوامي نېشنل ګوند صوبائي صدر اېمل ولي خان څو ځل پۀ خپلو تقريرونه او پرېس کانفرنسونو کښې د رياست نه د دغه د هشتګردۍ د مور د بيا Pregnant کېدلو پر ضد د کاروائۍ مطالبه وکړه. د عوامي نېشنل ګوند صوبائي عمومي سېکتر سردار حسېن بابک بيا بيا پۀ صوبائي اسمبلۍ کښې دننه او د اسمبلۍ نه بهر پۀ دغه ذکر شوې مسئله خبره وکړه . د پي ټي اېم مخکښ او د قامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ پۀ اسمبلۍ کښې تحريک التواء جمع کړه او هره ورځ پۀ اسمبلۍ کښې د دهشتګردۍ د مور د دغه بيا Pregnant کېدو پر ضد تقريرونه کوي. د پي ټي اېم مشر منظور پشتين بيا بيا د دهشتګردو د دغه ري ګروپنګ او د دهشتګردۍ مور د دغه بيا پرېګنېنسي پۀ حواله خبردارے ورکړو. پۀ ټولنيزو رسنيو ټوېټر او فېس بک د دهشتګردۍ د مور د دغه بيا Pregnant کېدو پر ضد د #StopTargetKilling,، StopRegroupingOfTerrorists هېش ټېګ سره پۀ سوونو ځل ټرېنډونه وچلېدل خو هغه د چا خبره چې خلکو غوږونه کاڼۀ کړي دي او هېڅ هم نۀ اوري.

    بايد چې رياستي ادارې نور دغه د شطرنج لوبې ته د پاے ټکے کېږدي، ګنه دا ځل اولس د دغه لوبې د مخ ليد او شاليد نه بېخي خبر دے . نور د اولس پۀ سترګو څوک پټۍ نۀ شي لګولې . دا ځل به دغه لوبه د دې رياست د استحکام لپاره ډېره خطرناکه ثابته شي.

    د دې ليکنې پۀ مرسته پۀ سياسي او ټولنيزو کارکنانو هم غږ کوو چې بايد د دهشتګردۍ د دغه بيا بلاربې شوې مور د لنګون نه مخکښې abortion وشي، ګنه دا ځل به بيا دومره ناجائزه او شر پسند بچي راوړي چې اولس به د ژوند پۀ نوم پسې ړوند کړي. مخکښې د دې نه چې د دغه لوبې بيا ختمولو لپاره لوے قيمت ته غاړه کېږدو، سخت مزاحمت وکړو او نړيوال قوتونه د دغه لوبې نه خبر کړو.

    کۀ رياست پاکستان دغه پړه د خپلې غاړې نه اخوا کول غواړي نو هغه دې پۀ دغه سيمو کښې ائين او انتظامي سويلين ادارو ته لار ورکړي او د خلکو اعتماد صرف او صرف د ازاد او پراخه سياسي عمل د اغاز سره ممکن کېدے شي. کۀ داسې نۀ کېږي نو د دهشتګردۍ بلاربه مور به د ملک دننه د پېدا کېدونکي صورت حال او دې سره د بېن الاقوام لۀ خوا د راتلونکي فشار زور ته ځان ټينګ و نۀ ساتلے شي.

    حوالې:

    1. www.independent.com

    https://datadrive.icu/a/merger-of-pakistan-taliban-groups-19aug2020/5549427.html?__cpo=aHR0cHM6Ly93d3cudXJkdXZvYS5jb20

    1. وائس اف امريکه

    https://datadrive.icu/a/merger-of-pakistan-taliban-groups-19aug2020/5549427.html?__cpo=aHR0cHM6Ly93d3cudXJkdXZvYS5jb20

  • يويشتمه پېړۍ، خارجه پاليسي او پاکستان – اداريه

    يويشتمه پېړۍ، خارجه پاليسي او پاکستان – اداريه

    څنګه چې د يو ملک د چلولو او پرمختګ د پاره وسائل او قدرتي زېرمې ضروري او د خلکو وړتيا او صلاحيت لازمي وي هم دغه شان پۀ ګاونډ او د نړۍ نورو ملکونو پۀ قطار کښې پۀ غرور او فخر سره خپل سفر جاري ساتلو، خپل مرام ته رسېدلو، پۀ نړيوال کچ خپله خبره پۀ خپله خوښه او سمي کولو او د نړۍ د ملکونو سره تعلق ساتلو او يا نۀ ساتلو پرېکړې پۀ خپله کولو د پاره ازاده خارجه پاليسي ضروري وي. کۀ پۀ خپل ګاونډ او يا د نړۍ پۀ کچ وګورو نو زياتره پرمخ تللي هېوادونه پۀ خپل سمي او خوښه خپلې پرېکړي کوي او کۀ حالات هر څومره هم سنګين ولې نۀ وي خو کوي هغه چې پۀ کښې ئې د اولس خېر وي يعنې تکړه ملکونه خپلې خارجه پاليسۍ د وخت د ضرورت مطابق او د خپل اولس د ګټې پۀ بنياد جوړوي او پرمخ بيائي. کۀ خپل ملک ته د خارجه پاليسۍ پۀ مېدان کښې ګورو او پۀ دغه ګز ئې وهو نو لۀ بده مرغه خبره ورانه څۀ چې بېخي اپوټۀ روانه ده. دا ملک چې څنګه پۀ وجود کښې راغے نو دوه عالمي قوتونه يعنې امريکه او روس يو بل ته کۀ څۀ هم پۀ څرګنده توګه نۀ وو خو پۀ ګواښ وو او د خپلو خپلو مفاداتو د تحفظ د پاره ئې هلې ځلې کولې. د دوېم لوے جنګ او برصغير د تقسيم نه پس برطانيې دا سيمه پرېښوه خو امريکې سره د روس د غځېدو او کميونېزم د خورېدو وېره وه نو امريکې دلته لاس وهل شروع کړل. پاکستان چونکې پۀ يو مهم جيوسټرېټيجک پوزيشن ؤ نو روس او امريکې دواړو غوښتل چې ځان ته ئې راښکي. پۀ عقلي توګه خو ګاونډ سره اړيکې ښې پکار وي خو پاکستان پۀ زرګونه ميله لرې امريکې له لاس ورکړو او پۀ ګاونډ کښې ئې د روس پۀ شان لوے ملک نه ځان ونغاړلو او د هغه ورځ نه چې زمونږ د بهرنيو چارو پاليسي در پۀ ديکې ده نو لا نن هم ځاے لۀ نۀ ده راغلې. هم دغه وجه ده چې چرته هم پۀ نړيوال کچ څۀ معامله راځي نو زمونږ واکمنان او حکمرانان پۀ يو دوه کښې حېران وي چې څۀ وکړو؟ دا تذبذب او دا کشاله صرف پۀ دې ده چې مونږ د خپلې خارجه پاليسۍ سمت پۀ کلکه او څرګنده توګه نۀ دے ټاکلے بلکې کوشش مو دا وي چې د هوا د رخ سره لاړ شو! کۀ دا ووايو چې مونږ ټول عمر د مالداره ملکونو پۀ خوښه فېصلې کړي نو بې ځايه به نۀ وي. پۀ دې سيمه کښې چې د روس او مريکې ترمېنځه د سوړ جنګ نه پس خبره تود جنګ ته تله او د افغانستان پۀ خاوره د بارودو لوبې شروع کېدې نو هغه وخت هم مونږ هغه څۀ وکړل کوم چې مونږ د جوړېدو نه پس کړي وو. جنګ د امريکې او روس ؤ او مونږ پۀ کښې ورودانګل چې نتيجه ئې نن ټولې دنيا ته ښکاره ده. وخت تېرېدو سره خلک د خپلو غلطيو او ناکاميو نه زده کړې کوي خو نۀ پوهېږو چې مونږ ولې پۀ دې ډګر لۀ نورو وروستو يو. زمونږ نه وروستو ازاد شوي ملکونه لکه چين، سويلي کوريا او داسې نور چرته ورسېدل او مونږ چرته ولاړ پاتې شو. سوال پکار دے کنه! پوښتل پکار دي! وجه معلومول پکار دي! غلطۍ چرته شوي؟ مونږ کوم کوم ځاے خطا شوي يو؟ پۀ کوم کوم وخت کښې تېروتي او يا تېر باسلي شوي يو؟ لکه کۀ دا ملک سوراړا وے او څۀ نۀ وو نو ځه بيا به هم څۀ خبره وه خو دلته خو هر څۀ شته! کۀ اوبۀ شته نو غرونه او دښتې هم شته، سيندونه او مېدانونه هم شته، کۀ ګېس شته نو کوئله هم شته، کۀ زمرد شته نو سنګ مرمر هم شته، کۀ فصلونه کېږي نو پۀ رمو رمو څاروي هم شته، بندر نه بلکې بندرونه هم لرو، تذويراتي ځانګړتيا هم لرو، خلک هم شته، ځوانان هم لرو خو بيا هم د وخت تېرېدو سره مخ پۀ ښکته روان يو! اخر ولې؟ د دې ولې خو ډېر جوابونه کېدے شي خو زياتره پوهان نظر لري چې ترڅو پورې مونږ پۀ خپله خارجه پاليسۍ کښې خپلواکي نۀ وي ترلاسه کړې نو تر هغې مونږ د پرمختګ پۀ سړک خپل ګاډے نۀ شو زغلولے . خو مونږ خو تېر درې اويا کلونو کښې لا دې طرف ته سوچ هم نۀ دے کړے . لکه دا څومره د افسوس خبره ده چې تېر حکومت کښې پۀ دې مهم محاذ زمونږ وفاقي وزير هم نۀ ؤ او د يو ضعيف مشير پۀ شکل کښې دا خانه ډکه کړے شوې وه . هغې نه پس اوسني وزيراعظم عمران خان خلکو ته خوبونه خو ډېر ښودلي وو خو لکه د نورو مدونو پۀ شان د خارجه پاليسۍ پۀ مېدان کښې هم ئې حکومت پړمخے پروت دے . څنګه به د کپتان پۀ حکومت کښې د ښۀ والي طمع ولرلې شي چې يو داسې تن ئې خارجه وزير کړے د چا نظر چې د کپتان پۀ حکومت کښې د پنجاب پۀ وزارت اعلي ؤ. شاه محمود قرېشي کۀ څۀ هم پۀ خارجه محاذ څۀ نا څۀ لاس رسے لري خو هغه خو دې د پاره تحريک انصاف ته نۀ ؤ راغلے، هغۀ خو د ټول پنجاب د واکمنۍ خوبونه ليدل خو د جهانګير ترين او عمران خان د سياست ښکار شو او پۀ نۀ زړۀ ئې د خارجه چارو شنډ وزارت ته غاړۀ کېښوه چې نتيجه ئې نن د ټولو د وړاندې ده . شاه محمود قرېشي پوهه انسان دے او پۀ دې ښۀ پوهېږي چې پۀ خپل وزارت کښې د هغۀ څومره وس رسي . او دا به هم خامخا زور ورکوي چې کله کله داسې برېښي چې وزير خارجه شاه محمود قرېشي نه بلکې عمران خان دے ځکه چې عمران خان هم پۀ هر څۀ پوهه دے او اکثر هغه کارونه کوي چې د هغۀ د کولو نۀ وي . هم د دې ناپوهتيا او د اختياراتو د جنګ نتيجه ده چې د سي پېک پۀ اړه کۀ چين خفه دے نو د يو غېر ضروري بيان لۀ وجې د سعودي هم سترګې بدلې بدلې ښکاري . اګر چې تېر کال ئې د سعودي عرب شهزاده محمد بن سلمان ډېر پۀ درناوي راغوښتے ؤ او د خوشالۍ ډولونه وهلي شوي وو خو د حېرانتيا او افسوس خبره دا ده چې هم هغه شهزاده چې عمران خان ئې ګاډے چلولو پۀ انډيا کښې د پاکستان پۀ مقابله کښې د پنځه چنده زياتې سرمايه کارۍ اعلان وکړو. هم دغه رنګ عمران خان تېر کال د متحده قامونو جنرل اسمبلۍ ته وېنا د پاره تلے خو د سعودي شهزاده پۀ جهاز کښې ؤ خو خبرې ئې د ترکي، ايران او ملائشيا سره د يو نوي اتحاد وکړې . نۀ پوهېږو چې تياري نۀ وه، د خطې د بدلېدونکي سياست سره نابلديتا وه، ناپوهتيا وه او کۀ نا اهلي چې امداد، قرض او تېل خو د سعودي نه اخستے کېږي خو خبرې د اتحاد نورو سره! هم دغه وه چې وزيراعظم عمران خان بيا هډو هغه اجلاس کښې ګډون هم ؤ نۀ کړو کوم چې تېر کال د دسمبر پۀ مياشت کښې پۀ کوالالامپور کښې شوے ؤ. وجه به ئې ټولو ته معلومه وي او کۀ نۀ وي نو دا ځکه چې سعودي عرب پرې خفه کېدو. بهر حال دا ټولې خبرې او دا ټولې ناکامۍ بس صرف پۀ دې وجه دي چې زمونږ خارجه پاليسي لا هغه شان نۀ ده څنګه چې د نورو هېوادونو وي. ګينې څۀ ضرورت ؤ چې عمران خان د امريکې او ايران ترمېنځه او بيا د سعودي او ايران ترمېنځه د ثالثۍ خبرې کولې . د کشمير پۀ مسئله زمونږ لاس ته راوړنې هم ټولې دنيا ته څرګندې دي . انډيا د مودي پۀ مشرۍ کښې د کشمير ائيني حېثيت ختم کړو خو مونږ صرف پۀ ودرېدو او کښېناستو ځانله زړۀ ښۀ کوو. اوس د اسرائيل پۀ اړه چې به څۀ کېږي، دا به وخت ثابتوي. هر څۀ چې وي دا يوه خبره ياد ساتل پکار دي بلکې ځان پرې پوهه کول پکار دي چې دا يويشتمه پېړۍ ده او پۀ دې کښې ملکونه د جزباتو، ډلو او پرو جنبو پۀ بنياد نه بلکې د زمکني حقيقتونو او د خپل اولس د ګټې پۀ بنياد فېصلې کوي . د اسرائيل پۀ اړه چې څۀ هم فېصله کېږي خو دا ياد ساتل پکار دي چې دا مذهبي نه بلکې سکوټه يوه سياسي او سفارتي معامله ده او هم پۀ دې نظر ورته کتل پکار دي . دې سره سره هغه نړيوالې معاملې او کشالې چې مونږ پۀ کښې ښکېل يو هغه د خپل منځي سياست ښکار کول نۀ دي پکار. دا هر څۀ هله ممکن کېدے شي چې زمونږ خارجه پاليسي پۀ بهرنۍ او دنننۍ دواړه کچه بېخي خودمختاره، ازاده، خپلواکه او د خپلې خوښې وي ګينې نو بس کله به چااو کله چا ته ګوته نيسو او ګيلو سره سره به مو مسئلې هم د ختمېدو نوم نۀ اخلي.

    د کپتان د دوو کلونو جائزه!

    عمران خان کال دوه زره اتلس کښې خپل د شېروانۍ اغوستو خوب ترسره کړو او هم پۀ دغه کال د اګست پۀ اتلسمه نېټه ئې د وزارت عظمي سوګند پورته کړو. عمران خان حکومت کښې د راتلو نه وړاندې د اولس سره بې شمېره لوظونه کړي وو او ورته ئې داسې داسې باغونه ښودلي وو چې خلکو پۀ خوب کښې هم نۀ وو ليدلي. تېره مياشت کښې کله چې د حکومت دوه کلونه پوره شو نو حکومت خپله کارکردګي اولس ته د يو پرېس بريفنګ پۀ شکل کښې کېښوده او د عادت ترمخه ئې پۀ خپلو “کاميابيو” ډولونه وغږول. دا ئې هم ډېر پۀ لوړ غږ ووئيل چې دا وړومبے حکومت دے چې خپله کارکردګي عوام ته وړاندې کوي. خو دا ئې څرګنده نۀ کړه چې کارکردګي ئې څۀ ده؟ البته د خپل ځان صفتونو نه ئې زيات پۀ سابقه حکومتونو پسې خبرې وکړې. کۀ دوي پۀ رښتيا څۀ کړې وې او پۀ رښتيا ئې کارکردګي وه نو کۀ يو کروړ نۀ وې نو ځه خېر يو لس لاکهه نوکرۍ به ئې ښودلې وې، کۀ پنځوس لاکهه نۀ وې نو خېر دے پۀ دغه ورځ دې يو لس زره د کورونو چابيانې پۀ خلکو کښې وېشلې وې، اے ځه يو لس ډېمونه دې ښودلې وې! نوکريانو لۀ به بهر نه خلک راتلل يا نه خو پۀ ملک کښې بې روزګاري دومره زياته شوه چې د خلکو چغې ووتې او د دوي د غلطو پاليسيو لۀ وجې پۀ سعودي او عرب اماراتو کښې د خلکو مزدورۍ او کارونه پۀ خطره کښې پرېوتل. حکومت کښې راتلو نه مخکښې به ئې خپل صفت کم او د سابقه حکومتونو سپکې زياتې وئيلې. وئيل به ئې چې تېل پۀ څلوېښت روپۍ لېټر پکار دي . وئيل به ئې چې د بجلۍ يو يونټ د دوه روپۍ نه زيات ظلم دے، وئيل به ئې چې روزانه دولس اربه روپۍ کرپشن کېږي، وئيل به ئې چې کپتان ټيک وي نو ټول ټيم ټيک وي، وئيل به ئې چې ائي اېم اېف نه به قرضې نۀ اخلو او داسې ورپسې ځئ . خو بيا خلکو وليدل چې د نوکرو د وعدې نه پۀ خپله پۀ شا شو او وې وئيل چې د حکومت کار نوکرۍ ورکول نۀ دي. د ډالر قيمت چې وزرې وکړې او بېخي پۀ بره لاړو نو منطق ئې وړاندې کړو چې پخواني حکومتونو پۀ مصنوعي توګه ډالر ښکته ساتلے ؤ. ائي اېم اېف سره ئې ډېر لاندې باندې وکړو خو اخر ئې هم هغه وکړل څۀ چې ائي اېم اېف غوښتل. هم دغه شان د الېکشن نه مخکښې به ئې وئيل چې تر شپږو مياشتو به دورې نۀ کوم خو بيا ئې صبر ؤ نۀ کړے شو او پۀ درې مياشتو کښې دننه دننه دورې پسې پۀ دوره روان شو. وئيل به ئې چې پروټوکول بۀ نۀ اخلم خو اوس ترې هغه خبره هېره ده. وئيل به ئې چې جهاز به نۀ استعمالوم خو لکه دغه خبره ترې هم بېخي هېره ده . وئيل به ئې چې هر کار به پۀ مېرټ کېږي او دا دې کابينه کښې ئې بېخي پۀ “مېرټ” خلک ناست دي، نورې بدلۍ او سرکاري کارونه ئې لا نۀ يادوو. وئيل به ئې چې عوام ته به جواب ده وي خو خلکو وليدل چې پارلېمان ته راتګ نه داسې ځان ساتي لکه سړے چې قرضداري نه ډډه کوي. وئيل به ئې چې کابينه به ئې وړه او محدوده وي خو نن ورسره کابينه کښې د پنځوس نه زيات وزيران، مشيران او مرستيالان موجود دي. وئيل به ئې چې قانون سازي به کوو خو حال دا دے چې ټول ملک پۀ ارډيننسونو روان دے او تر اوسه ۳۸ ارډيننسونه راوړے شوي دي. د ادارو پۀ نجکارۍ باندې به ئې پۀ تېرو حکومتونو هغه ټکونه کول چې خلکو به غوږونو له ګوتې وړلې خو اوس د دې عمل صفتونه کوي. هم دغه شان وئيل به ئې چې قيمتونه به کموي او ارزاني به راولي خو نن هر څۀ د خلکو وړاندې دي. د کپتان پۀ حکومت کښې چيني د کلو پۀ سر د څلورپنځوس نه يو سل لس روپۍ ته، د اوړو تروړه د اووۀ سوه نه دولس نيم سوه ته، د سود شرح رېکارډ، ټيکسونه رېکارډ، جي ډي پي پۀ تاريخ کښې پۀ وړومبي ځل صفر نه هم ښکته او د بجلۍ بلونه د خلکو د وس نه بهر شول. عمران خان خپله او وزيران مشيران ئې د خپل حکومت د دوه کاله کارکردګۍ پۀ صفتونو نۀ مړېږي خو حال دا دے چې “اېشيئن ډولپمنټ اؤټ لک” پۀ خپله يوه تجزيه کښې پاکستان د څۀ د پاسه يوولس فيصده ګرانۍ سره د سوېلي اېشيا پۀ ټولو ملکونو کښې پۀ اول نمبر ښودلے دے. کارکردګي ئې دغه ده خو بيا هم وزيران ئې پته نۀ لګي ولې د هاتي پۀ غوږ کښې اودۀ دي او د غلطيو د احساس پۀ ځاے ډېر پۀ کلکو سترګو وائي چې کۀ کورونا نۀ وے نو ترقي به نوره هم زياته وه. خپله به ئې د کرپشن چغې وهلې او ناسور به ئې بللو خو د اوړو او چينو پۀ شکل کښې ئې ګېر چاپېر خلکو د کرپشن مخکي وروستي ټول رېکارډونه مات کړل او د” هېوې لوډ کرپشن” اوازې اورو. عمران خان به وئيل چې کپتان روغ وي نو د ټيم کارکردګي خپله سمه وي. اوس چې مونږ د حکومت دوه کاله کارکردګۍ تو ګورو نو سوچ کوو چې کۀ کپتان ټيک وئيل نو ولې اوس دا حالات داسې دي . بهر حال دغه د حکومت کارکردګي ده چې پرې پوره کتاب ليکلے کېدے شي. خو لا درې کلونه پاتې دي نو خداے دې مخکښې خېر راپېښ کړي.