Author: Siddiq Nangyal

  • د بابا کاروان او د بابړې شهيدان – رحمت شاه قرېشي

    د بابا کاروان او د بابړې شهيدان – رحمت شاه قرېشي

    د پښتون قام تاريخ د پښتون اولس سره سم پۀ زرګونو کاله زوړتاريخ لري او لا تراوسه پورې د دې قام دا تاريخي سلسله جاري ده. زمونږ د قام تاريخ او بيا پۀ دې قام او خاورې قرباني شوو شهيدانو او غازيانو د قربانيو سلسله د هغه وخت نه تر دې وخته پورې جاري ده. د خپلې خاورې او د وطن لپاره هر وخت خپل ځان او مال قربانولو ته هر پښتون اتل، مشر، کشر او هره پښتنه خور او مور د خپلو اتلانو، خپلو پلارانو، وروڼو او ځامنو سره پۀ دې قامي خدمت کښې پۀ هر مېدان شريک دي او انشاءالله وي به خو مونږ کۀ د پښتون زوړ تاريخ او قامي خدمت ته نظر وکړو نو د هر اتل تاريخ او قامي او اولسي خدمت پۀ خپل ځاے داسې مقام لري چې تر نن ورځې پورې ئې تاريخ د سرو زرو پۀ اوبو ليکلے شي او د نړۍ پۀ هر ځاے کښې ئې خلق پۀ فخر او وياړ سره يادوي. پۀ دې قامي اتلانو او مشرانو کښې يو تاريخ او د خپلې خاورې د ازادۍ جدوجهد او تحريک د پښتنو د سرتور ملنګ بابا قامي تحريک هم د نورو اتلانو او مشرانو سره داسې روښانه تاريخ دے چې د هغه وخت اتلان او مشران او اوس د دې وخت اتلان، مشران او اولس د دوي د ازادۍ تحريک خپلو راتلونکو نسلونو ته د وخت سبق او د کاميابۍ راز بولي. باچاخان چې څنګه د نورو پښتنو اتلانو او مشرانو غوندې پۀ خپل وخت او پۀ خپله خاوره د ځوانۍ قدم کېښودو نو پۀ وطن کښې د غلامۍ تيارې خورې وې او هر طرف ته خلق د پېرنګي پۀ غلامۍ کښې قېد وو او پېرنګي پۀ ټول هندوستان کښې د کاروبار پۀ غرض پۀ هندوستان بادشاهي کوله خو باچاخان او د هغۀ ملګرو چې د پېرنګي دې چالاکۍ ته نظر وکړو نو ژمنه ئې وکړه چې انشاء الله مونږ به د پېرنګي غرور د خداے پۀ فضل ماتوو او د ټول هندوستان اولس هغه کۀ مسلمان وي او کۀ هندو او کۀ د بل مذهب وي خو د پېرنګي زور نه به ئې ازادوو او بيا به هر کس ته د انصاف پۀ نظرکتلے شي.

    باچاخان او د هغۀ ملګرو د پېرنګي غوندې ظالم حکمران مقابله د عدم تشدد پۀ فلسفه وکړه او پېرنګے ئې پۀ خپل ځان کښې حېران کړو چې اخر ئې د هندوستان نه پۀ کډه پۀ سر کولو مجبور کړو. باچاخان او د هغۀ د ملګرو د هندوستان د ازادۍ تحريک پۀ ټول هندوستان او پۀ پښتونخوا سيمه کښې داسې قامي کارنامې او تاريخ جوړکړو چې تر نن ورځې پورې هر پښتون د دوي پۀ قامي خدمت او شهادت فخر او وياړ کوي. پۀ دې قامي خدمت او جدوجهد کښې د باچاخان د تحريک پۀ هر کلي، ښار او د پښتونخوا پۀ هر ځاے کښې داسې نخښې او يادګارونه دي چې مونږ پرې پۀ ټوله نړۍ کښې وياړ کولے شو. پښتون قام خپل وطن او خاورې لپاره هر چا نه او د هر مذهب منونکو نه زياتې قربانۍ ورکړې دي او لا ئې ورکوي او مونږ ټول هرکال د خپلو شهيدانو ورځې نمانځو او د باچاخان د قافلې سپايانو پۀ کورونو او حجرو کښې د تلين پروګرامونه وي او پۀ دې قامي قربانيو فخر او وياړ کوو.

    د بابا پېرو کارو د خپلې خاورې د ازدۍ لپاره سختې ګاللي او د يوې قربانۍ نه ئې هم ډډه نۀ ده کړې. او دا مونږ صرف پۀ خلۀ نۀ وايو بلکې د هاتي خېلو واقعه، د سپين تنګي شهيدان، دقيصه خوانۍ واقعه، د ټکر شهيدان او داسې نورې قامي قربانۍ د مثال پۀ توګه موجودې دي. پۀ دې پېښو کښې يوه بوږنوونکې پېښه چې ورته دوېمه کربلا هم وائي د بابړې چارسدې پۀ مقام شوې وه او تاريخ کښې داسې ځلنده ده چې هر پښتون مشر او کشر پرې فخر او وياړ کوي. د بابړې شهيدانو واقعه هغه وخت جوړه شوه چې د پاکستان د ازادۍ اولنے کال پوره کېدو ته صرف دوه ورځې وې. د دې نه وړاندې د يو منتخب وزيراعلٰي ډاکټر خان صېب چې د خدائي خدمتګارو او نورو پښتنو پۀ ووټونو وزيراعلٰي جوړ شوے ؤ، د هغۀ حکومت پۀ رڼا ورځ پۀ يوه غېر ائيني طريقه ختم کړے شو او قيوم کشميرے ئې د صوبې يو غېر ائيني وزيراعلٰی کړو نو د صوبې اولس چې دا ظلم او زور وليدو نو ډېر خفه شول او بيا د پېرنګي وفادار حکومت د پښتنو مشران پۀ جېلونو کښې بند کړل. نورو خدائي خدمتګارو د خپلو مشرانو د ازادۍ لپاره يو پرامن جلوس او جلسې پروګرام جوړ کړو او تاريخ او مقام ئې وټاکلو چې د اګست د مياشتې پۀ دولسم تاريخ به د بابړې پۀ مقام چارسده کښې دغازي ګل بابا جومات کښې د ټولې صوبې خلق او خدائي خدمتګاران يو ځاے کېږي او د غېر ائيني حکومت خلاف به جلوس او جلسه کوي. څنګه چې خدائي خدمتګارو د خپل پروګرام نېټه څرګنده کړه نو دغه رنګ د پېرنګي اېجنټ قيوم کشميري هم خپل پروګرام ته دوام ورکړو او داسې د ظلم زور يو تور تاريخ ئې جوړ کړو چې تر نن ورځې پورې به د تاريخ پۀ تورو ټکو ليکل کېږي. خدائي خدمتګارو چې څنګه د امين جان خان پۀ ازادۍ کښې جلوس روان کړو نو د غازي ګل بابا جومات چت او ټوله علاقه د فوځ، اېف سي او پوليس پۀ واک کښې وه او داسې تياري ئې کړې وه لکه چې غېرملکي فوځ سره ئې جنګ وي. خدائي خدمتګارو چې څنګه پرامن جلوس روان کړو او د بابړې مقام ته راتلل نو د ازاد شوي پاکستان مسلمانانو پۀ خپلو مسلمانانو وروڼو داسې ګولۍ وچلولې چې د کربلا تاريخ ئې د اسلام پۀ تاريخ کښې دوېم ځل لپاره ژوندے کړو. د بابا مئينانو ګولۍ وزغملې، ځانونه ئې ورکړل، د شهادت مرګ ته غاړه وتل خو يو ظالم ته ئې سر تيټ نۀ کړو. نو دغه رنګې د بابړې شهيدانو تاريخ هم يو داسې غېرتي او د قاموالۍ تاريخ دے چې تر نن ورځې پورې ئې پښتون قام د خپل ځان لپاره يو مثالي قرباني بولي او د دې غېر ائيني حکومت ئې هم داسې تاريخ تور کړو چې تر نن ورځې پورې پۀ پښتون تاريخ کښې قيوم کشميرے او د هغۀ غېرائيني حکومت د يزيد او د شمر پۀ نوم يادېږي.

    پۀ دغه توره ورځ چې کله خدائي خدمتګاران او نور پښتانۀ مشران او کشران د پېښې ځاے ته را غلل نو ډزې شروع شوې او دوي ووئيل چې دا به د پاکستان د ازادۍ اولني کال پۀ خوشحالۍ کښې وي خو خدائي خدمتګاران لکه د مرغانو پۀ زمکه پرېوتل او څوک شهيدان کېدل او څوک پۀ خپلو وينو لمبېدل. پۀ دې کښې د خدائي خدمتګارانو مشر سالار امين جان خان خپلو کسانو ته ووئيل چې همت شروع کړئ او پۀ مېدان کښې خپل شهيدان او زخميان وچتوئ او د پښتونولۍ او غېرت نه کار واخلئ. د هغه وخت خدائي خدمتګارو چې څوک پۀ دې قامي کربلا کښې موجود وو، د وېنا ترمخه تقريباً 700 خدائي خدمتګاران شهيدان او تقريباً 800 پورې زخميان شوي وو. داسې پۀ زرګونو خلق بې درکه شول او ډېر کسان د پېرنګي سوچ حکومت سيند ته وغورځول او ډېر ئې پۀ خپلو لارو کښې يوړل او هسپتالونو کښې ئې کرفيو کړه چې يو ډاکټر به د دوي علاج نۀ کوي او د ظلم د پاسه ظلم ؤ چې کوم خلق شهيدان او زخميان شوي وو د هغوي نه ئې بيا جرمانې اخستې چې پۀ دوي د حکومت خرچه شوې ده او چې چا سره نغدې پېسې نۀ وي نو د هغوي جائيداد او کورونه به ضبط کېږي او حکومت به د هغوي هر څۀ نېلام کوي او چې د چا پۀ کور کښې به زخمي او يا شهيد ښکاره شو نو بيا به دوېم قيامت ؤ. د خدائي خدمتګاروتحريک کښې د پښتنو خوېندې او مېندې برابرې شريکې وې او د شهيدانو او زخميانو خدمت به ئې داسې کولو لکه ټولې خوېندې او مېندې چې د يو کور او يو پلار اولاد وي خو د قيوم کشميري د مفادو جنګ نۀ ختمېدو او د ګولو باران نور هم زياتېدو نو خوېندو او مېندو د خپلو کورونو نه قران شريفونه پۀ سر راوړل او خلقو ته ئې ووئيل چې خداے لپاره جنګ بند کړئ. خو د قيوم کشميري سترګې سرې وې او صرف خپل حکومت ورته ښکارېدو او د غريبو پښتنو پۀ اولادۀ ئې هېڅ پرواه نۀ وه.

    دا واقعه پۀ هغه ورځ وشوه چې د پاکستان ازادي به دوه ورځې پس لمانځلې کېږي. يو خوا ازادي وه، خوشالي وه او بل خوا د پښتنو کربلا وه، وير وۀ، ژړا وه او فرياد ؤ. د خدائي خدمتګارو مخلص حکومت او د قام خدمت قيوم خان او د هغۀ لارښودانو لپاره ډېر لوے تکليف جوړ ؤ نو دوي غوښتل چې دا د باچاخان خدائي خدمتګارتحريک کامياب نۀ شي او پۀ ارام حکومت ونۀ کړي. قيوم کشميري پۀ صوبائي اسمبلۍ کښې د خدائي خدمتګارو ممبرانو ته ووئيل چې زما خو دا کوشش ؤ چې د خدائي خدمتګار تحريک يوکس پاتې نۀ شي نو قيوم کشميري ته هغه خدائي خدمتګارو چې پۀ هغه وخت پۀ صوبائي اسمبلۍ کښې د اسمبلۍ غړي ووئيل چې انشاء الله د خدائي خدمتګارو تحريک او نوم به همېشه همېشه ژوندے وي ځکه چې مونږ د الله پۀ فضل وکرم سره ژوند کوو او د هغۀ مخلوق خدمت کوو نو انشاء الله زمونږ تحريک او زمونږ ژوند به کامياب وي او زمونږ به دا دنيا او هغه دنيا هم د خوشحالۍ وي کۀ خېر وي او ستا ملګري او د موجوده مفادپرستو ملګرو به دا دنيا خرابه وي او پۀ هغه دنيا کښې به لوے خداے درنه د دې ظلم پوښتنه کوي او تاسو به د خپل ظلم حساب ورکوئ.

    نوټ: د پښتون قام د شهيدانو پۀ نوم زما يو څو شعرونه!!!

    څۀ پۀ لرکښې شهيدان شول څه پۀ بر کښې شهيدان شول

    څۀ پۀ سمه کښې ژوبل شول څه پۀ غرکښې شهيدان شول

    يو سرتورملنګ ؤ دلته محبت ئې فلسفه وه

    د هغۀ بلها ملګري هشنغر کښې شهيدان شول

  • د غازي عمرا خان جندولي مبارزه، ځانګړي خويونه او خصلتونه – ليک او لټون: اکبر سيال

    د غازي عمرا خان جندولي مبارزه، ځانګړي خويونه او خصلتونه – ليک او لټون: اکبر سيال

    نمبر ١. غازي عمرا خان پلار پۀ نيکۀ د يرغلګر پېرنګي د نوغي دښمن ؤ. ددۀ پلار امان خان او نيکۀ فېض طلب خان د کال ١٨٦٣ د بونېر امبېلې په جنګ کښې پېرنګيانو ته د اسمان ستوري ښودلي وو. د کال ١٨٨٠ نه د اپرېل ١٨٩٥ پورې ئې پوره پينځلس کاله د انګرېز حمله اور فوځ سره ښۀ پۀ نره وسله واله مبارزه وکړه. دښمن ته ئې ډېر زيات جاني، مالي او فوځي زيان او تاوان ورسوۀ. د ملاکنډ ټوله تاريخي غزا هم ددغه افغان نپولين عمرا خان پۀ مشرۍ کې شوې ده. پۀ وړومبۍ حمله کښې ئې انګرېز د مردان پورې زغلولے ؤ.

    نمبر ٢. د پېرنګيانو دا پېشکش چې مونږ به تا د ټولې صوبې حکمران جوړ کړو خو جنګ او مزاحمت مۀ کوه، عمرا خان دغه پېشکش رد کړے ؤ.

    نمبر ٣. د پېرنګيانو دا پېشکش چې مونږ به تا او ستا ټول اهل و عيال له د برطانيې شهريت او نور مراعات درکړو، عمرا خان ورسره ؤنۀ منله.

    نمبر ٤. عمرا خان د يرغلګر پېرنګي سره پۀ جنګ کښې خپله خاني، خپل خاندان هر څۀ داؤ کړل خو دښمن ته تسليم نۀ شو۔

    نمبر ۵. عمرا خان به ځان ته جندولے ليکو. هغۀ او د هغۀ ټول خاندان تر دې دمه د خپلو نومونو سره مست خېل نۀ ليکي ۔

    نمبر ٦. بابا دوه وارې حج کړے دے. ښۀ متقي، لمونځ ګزار او د صوم وصلات پابند سړے ؤ. حافظ قران ؤ. عمرا خان د ډېرې ديندارۍ باوجود هم ښۀ روښان فکره او د ارت زړۀ او ذهن څښتن ؤ. سيتار، شپېلۍ او اولسي او قامي سندرې به ئې ښۀ پۀ شوق اورېدلې. ددۀ پۀ دور حکومت کښې به ښځو ستر نۀ کولو او نۀ به ئې تمبوان ( شټل کاک بورقې) پۀ سرولې. ښځو به د مدرسې تعليم، کر کيله، اشر غوبل، لو لور او د جنګ پۀ وخت کښې د خپلو لښکرو د ملهم پټۍ، اوبو او ډوډۍ سره سره ټوپک، توره او مرمۍ هم سنګر ته وړلې. پۀ دغه زمانه کښې حيا او وفا د هرې پښتنې مېر من نامه جامه وه. د عمرا خان د بهترين طرز حکومت يوه مهمه نتيجه دا هم وه چې پۀ دغه دور کښې د ښځو سره د زور ظلم او زياتي يوه واقعه هم نۀ وه رامېنځ ته شوې ۔

    نمبر ٧. دۀ پۀ خپل حکومت کښې د ښځو د کوره د وتو د سزا پۀ طور د سرونو پۀ خرئيلو پابندي ولګوله. او ددغه جوړې پۀ خپله رضا د وادۀ کولو اجازت ئې ورکړو.

    نمبر ٨. ددۀ پۀ قلا باړوه کښې به د کوربنو او مېلمنو پۀ سګرټ او چيلم څښلو هېڅ پابندي نۀ وه ولې پۀ خپله ئې پۀ ټول ژوند کښې هېڅ رقم نشه تماشه نۀ وه کړې. کله چې د باړوې د قلا ډکون ( برائي) کېدله نو عمرا خان اعلان وکړو چې ددې کار وړومبۍ تيګه دې هغه سړے کېږدي چا چې په ټول عمر کې زنا نۀ وي کړې .

    نمبر ٩ .. ددۀ پۀ قلا کښې د چترال د قلا يو انګرېز قېدي کېپټن پاؤلر پۀ خپله ډائرۍ کښې ليکلي دي چې عمرا خان به پۀ خپله هېڅ قسمه وسله چاړۀ چاکو يا توره د ځان سره نۀ ساتله البته خپله محافظ دسته به ورسره هر ځاے موجود وه . پاؤلر وائي چې يو ځل عمرا خان پۀ خپله قلا کې زمونږ ملاقات له راغے، وې ئې چې زما لښکر د چترال د قلا نه د انګرېزانو بلها ساز و سامان راوړے دے چې بلها بوتلونه هم پکښې شته. زۀ شراب نۀ پېژنم خو تاسو ورشئ او وې ګورئ کۀ شراب پکښې وي نو تاسو ئې څښلې شئ. مونږ پۀ قېديانو د تشدد او خپلې مرضۍ د مسلط کولو حاميان خلک نۀ يو. تاسو کولې شئ چې دلته خپل ژوند د خپلو عقائدو او دود دستور مطابق تېر کړئ. پاؤلر زياتوي چې عمرا خان خپلو اشپزانو ته حکم کړے ؤ چې د قېديانو د خوښې خوراکونه دې پرې وخوري. دۀ د مېزونو، کرسو، رکېبو، پلېټونو، ډونګو او کاشوغو حکم هم ورکړے ؤ حالانکه دۀ به د کور واله يا مېلمنو سره پۀ شريکه پۀ لوے خانک کښې پۀ لاسونو ډوډۍ خوړله. پاؤلر ليکي چې کله به عمراخان په باړوه کښې ؤ نو مونږ به ئې هر مازيګر پټو اړخ ته پۀ چکر وويستلو او ښۀ قدم وهنه به مو ورسره وکړه.

  • خدائي خدمتګار عبدالغفور استاذ د بابړې – سعيد احمد شاهي

    خدائي خدمتګار عبدالغفور استاذ د بابړې – سعيد احمد شاهي

    پۀ خدائي خدمتګار تحريک باندې تراوسه پورې ډېر څۀ ليکلي شوي دي او را روان وختونو کښې به پرې هم ډېر څۀ وليکل شي . د دې وجه دا ده چې دا تحريک د نړۍ د نورو تحريکونو نه يو ځانګړے حېثيت لري او پۀ اصل کښې چې څنګه تاسو ته معلومه ده چې کله باچاخان د دې بنياد کېښودو نو پۀ اول سر کښې دا يو تعليمي او سماجي تحريک ؤ او بيا د وخت تېرېدو سره سره ئې يو سياسي شکل اختيار کړو او پۀ ټول وطن کښې ډېر پۀ تېزۍ سره خور شو. د پښتنو ټوله سيمه ئې ځان سره يوځاے روانه کړله او د هغه وخت ظالم او جابر حکمرانان يعنې د پېرنګي خلاف يو منظم شکل ئې اختيار کړو او انګرېز ئې پۀ دې سوچ باندې مجبور کړو چې خپله وېره ورسره پېدا شوله چې دا پښتون قام خو اوس رابېدار شو او کۀ دوي هم دغه شان پۀ منظمه توګه لګيا وي نو هغه ورځ لرې نۀ ده چې مونږ به د دې وطن نه کډه پۀ سر اخلو او بېرته به خپل ملک ته واپس ځو.

    نو هغوي هم د خدائي خدمتګارو خلاف هلې ځلې د طاقت او ټوپک پۀ زور شروع کړې او پۀ ګوجرګړهۍ مردان، ټکر، قيصه خوانۍ پېښور او هتي خېل بنو کښې ئې د طاقت بې کچه استعمال وکړو او ډېر بې ګناه خلق او پۀ خصوصي توګه خدائي خدمتګاران ئې شهيدان او ژوبل کړل. ډېرې مېندې ئې بورې، ښځې کونډې او ماشومان ئې يتيمانان کړل. بل طرف ته خدائي خدمتګاران د باچاخان د عدم تشدد د لارې تش لاس د دوي سره پۀ مقابله کښې وو او دوي ته ئې دا صفا وېنا کوله چې کۀ تاسو زمونږ نه پۀ يومخ پړق وباسئ نو مونږ به دا بل مخ هم تاسو ته نيسو.

    باچاخان د دوي تربيت پۀ دې طريقه کړے ؤ چې دوي خپله ثابت قدمي پۀ هر مېدان کښې ثابته کړه خو د خپلې لارې نه يو قدم هم وروسته نۀ شول. د وطن د نورو سيمو پۀ شان پۀ چارسده کښې هم خدائي خدمتګارتحريک ډېر پۀ زور او شور کښې روان ؤ او د علاقې اکثر خلق پۀ دې تحريک کښې شامل وو او پۀ خصوصي توګه ځوانان پۀ دې تحريک کښې پۀ ډېر جوش او جذبې سره شاملېدل او تحريک ئې مخ پۀ وړاندې بوتلو.

    د کال 1912ز پۀ بابړه کښې د ګل باز بابا پۀ کور کښې څلورم ماشوم د دسمبر پۀ 12 نېټه پېدا شو. د دۀ نه مخکښې د دۀ دوه مشران وروڼه او يوه خور هم وه. د دۀ نوم عبدالغفور کېښودلے شو. چونکې دے پۀ کور کښې د ټولو نه کشر ؤ نو ډېر نيازبين ؤ. چې کله دے زلمے شو نوشبينه مدرسه بابړه کښې داخل کړے شو. د مډل يعنې اتم جماعت پورې سبق ئې پۀ شبينه مدرسه بابړه کښې ووئيلو او مولانا صمداني صېب سره ئې مکمل قران مجيد، تفسيراو حديثونو هم زده کړل. دۀ به اکثر د درس قران مجيد دوران کښې د خپل استاد تصحيح هم کوله او چې کله به استاد موجود نۀ ؤ نو ملګرو ته به ئې درس ورکولو.

    عبدالغفور چې پۀ عبدالغفوراستاد مشهور ؤ، د دۀ مشرانو به د کشتو او د لرګي نه د سامان جوړولو روزګار کولو. د دۀ دوؤ مشرانو وروڼو به د پلونو جوړولوکار کولو او اکثر به د کلي نه بهر وو. پۀ دغه ورځو کښې د دۀ پلار ګل باز بابا هم کمزورے ؤ نو عبدالغفور استاد به پۀ خپل کلي کښې کار کسب کولو. د هر څۀ نه علاوه عبدالغفور استاد د خدائي خدمتګار تحريک يو فعال غړے هم ؤ او هر ځاے کښې چې به د خدائي خدمتګارو غونډه يا جلسه کېدله دوي به ورله ځان ورسولو. فصيح باچا، احمد کاکا او عبدالاحدکاکا د دوي نزدې ملګري وو او ورسره يو ځاے جلسو له تلل. کله چې د 1930ز واقعات پۀ تسلسل سره وشول نو پېرنګيانو پۀ خدائي خدمتګارو پسې سم دا ملک پۀ مخه را واخستو او د دوي جائيدادونه، کاروبارونه، کورونه غرض هر يو څيز ئې لوټ او نيلام کړل. هم دغه شان د عبدالغفوراستاد د مشرانو کاروبار چې د پېښور باجوړۍ دروازې سره ؤ هغه هم نيلام شو او عبدالغفوراستاد بيا خپل کلي کښې مستري توب يعنې ګلکاري شروع کړه او دې سره به ئې د ترکاڼۍ کار هم کولو او خپل وخت به ئې پرې تېرولو. پۀ دې دوران کښې دۀ وادۀ هم وکړو او الله پاک ورله بچي هم ورکړل. د دۀ پينځه بچي وو چې دوه زامن او درې لوڼه وې. عبدالغفوراستاد چونکې د بابړې اوسېدونکے ؤ نو کله چې پۀ 1938ز کښې د کانګرس پارټۍ مشرګاندهي جي د دې صوبې پۀ دوره راغلے ؤ او د پېښور نه علاوه هغۀ د چارسدې دوره هم کړې وه نو پۀ چارسده اتمانزو کښې ئې هم جلسه کړې وه او بيا د شپې ئې پۀ بابړه کښې يوه لويه جلسه کړې وه. کومه جلسه ګاه چې وه هغه د عبدالغفوراستاد کور سره نزدې وه. او دے ئې يو قسم له د رواياتو مطابق کوربه هم ؤ. عبدالغفور استاد د خدائي خدمتګار ملګرو فصيح باچا، احمد کاکا، عابدباچا او نور ګڼ شمېر مقامي ملګرو سره د دې جلسې مکمل انتظامات کړي وو. دغه جلسه ډېره کاميابه وه او د هغې تعريف ګاندهي جي هم کړے ؤ چې حوالې ئې د تاريخ پۀ کتابونو کښې موجود دي.

    “درد” ډرامه چې يوه سټېج ډرامه وه او فضل الرحيم ساقي صېب ليکلې وه. هغه پۀ وړومبي ځل پۀ بابړه کښې پۀ سټېج پېش شوې وه چې پۀ کښې فصيح باچا، حريف ګل کاکا او نورو خدائي خدمتګارانو کار کړے ؤ. چونکې باچاخان بابا يو ډېر پوهه او ذهين انسان ؤ او هغوي به قام ته پۀ مختلفو طريقو لار ښودله او خپله وېنا به ئې ورسوله چې پۀ هغې کښې مشاعره، سټېج ډرامه وغېره شاملې وې. دغه “درد” ډرامه چې کله وړاندې شوه او پېرنګے ترې خبر شو نو بيا ئې پۀ ليکوالانو او کارکوونکو پسې ډېرې چاپې ولګولې او هغه ټول کسان ئې ګرفتار کړل.

    د عبدالغفوراستاد خپلوانو چونکې د لرګي کار کولو نو دوي به د لرګي سامانونه جوړول. د دغې وجې هغۀ د لرګي نه يو داسې مشين جوړ کړے ؤ چې هغې د چاپ نه به لږ وخت کښې ډېر خطونه او نور ليکل کېدے شول. هغې ته مونږ د نن سبا وخت سائيکلو سټائيل مشين وئيلے شو. دغه مشين پۀ هغه وخت کښې ډېر ښۀ کردار د هغوي پۀ تحريک کښې ادا کړے ؤ. دغه ذکر احمد کاکا د خپل کتاب “خدائي خدمتګارتحريک” پۀ وړومبي ټوک کښې کړے دے.

    د 1945ز د الېکشن پۀ نتيجه کښې پۀ دې صوبه کښې د خدائي خدمتګارانو حکومت د ډاکټر خان صېب پۀ مشرۍ کښې جوړ شو اوکله چې د هندوستان د تقسيم اعلان وشو نو دغه حکومت جناح صېب او قيوم خان پۀ ناجائزه طريقه پۀ 1948ز کښې ختم کړو او د تحريک مشران باچاخان، ډاکټر خان صېب، ارباب سکندر خان، غني خان او ولي خان سره د نورو ملګرو پۀ زندان کښې بنديان کړے شول او مختلفو جېلونو ته ئې ولېږل. د دې ظلم او ناانصافۍ خلاف کوم خدائي خدمتګاران چې بهر پاتې وو هغوي دا فېصله وکړه چې د چارسدې د بابړې پۀ مقام به ټول راغونډېږو او يو پرامن احتجاج به کوو او د قيوم خان او حکومت نه به دا غوښتنه کوو چې زمونږ ټول مشران پرېږدي ځکه چې دوي بې ګناه دي. نو دوي دا فېصله وکړه چې دوي به پۀ 12 اګست 1948ز د بابړې پۀ کلي کښې راغونډېږي. د دې غونډې مشري سالار امين جان ته وسپارلې شوه. کله چې قيوم خان د دې نه خبر شو نو هغۀ ډي سي ته حکم وکړو چې تۀ دا خلق راغونډېدو ته مۀ پرېږده او پۀ هره لار او هره طريقه چې کېږي دوي منتشر کړه. نو ډي سي بيا پټ پۀ پټه کرفيو ولګوله او فوځ ئې تعينات کړو. چونکې پۀ دغه وخت به د تګ راتګ دومره خاص انتظام نۀ ؤ او اکثر به خلقو ټول مزلونه پياده کول نو پۀ دغه وجه د صوابۍ، مردان، پېښور، تنګي او خواؤشا علاقو خلق يوه ورځ مخکښې يعني پۀ 11 اګست 1948ز بابړې ته ماښام ځانونه را ورسول. ځاے پۀ ځاے ناکه بندۍ شوې وې او ډېر خدائي خدمتګار بېرته خپلو کورونو ته واپس شول يا ګرفتار کړے شول خو بيا هم ډېر ګڼ شمېر خلق بابړې ته شپه پۀ شپه را ورسېدل.

    پۀ بابړه کښې پوليس او فوځ چاپې وهلې خو د دې ځاے اوسېدونکو دا خلق پۀ خپلو حجرو، کورونو او جوماتونو کښې مېلمانۀ کړل او د پوليس نه ئې پټ کړل او د خپل وس مطابق ئې د دوي خدمت وکړو. د بابړې کلي نه د وتو او ننوتو درې څلور لارې دي . کله چې سحر شو نو سالار صېب دوي پسې سوال جواب ولېږلو چې پۀ يوه لاره د کلي نه مۀ راځئ بلکې تقسيم شئ او پۀ دې ټولو لارو باندې دکلي نه بهر را اوځئ. او اختر جومات (جمعې جومات) ته ځان را ورسوئ. دغه وخت دا خلق د بړاميا(سيد لعل بادشاه) پۀ حجره بابړه کښې را غونډ وو او د دوي منزل د غازي ګل بابا جومات ؤ کوم ځاے چې به احتجاجي جلسه کېدله. بړاميا د فصيح باچا پلار ؤ او د سيدانو د کورنۍ نه ؤ او د علاقې او پۀ خصوصي توګه د بابړې يو عزت مندې کورنۍ سره ئې تعلق ؤ.

    دغه جلوس پۀ مختلفو لارو باندې خپل منزل ته روان شو. کله چې د جلوس ټولګے د اختر جومات (جمعې جومات) سره يو ځاے کېدو نو پوليس او فوځ چې کوم سنګرونه د جمعې جومات، د څرمنو منډۍ او خواوشا ځايونو باندې جوړ کړي وو هلته پۀ کښې ناست وو. د جلوس ډېره برخه د مُست خېلو پۀ لار باندې وه چې پۀ کښې عبدالغفوراستاد او د هغوي نور ملګري شامل وو. ټاکلي شوي ځاے ته روان وو او دوي جمعې جومات ته نزدې ورسېدل نو ناڅاپه د فوځ د يو سنګر نه پۀ دوي د ډزو باران شو. خو ولې جلوس هم هغه شان روان ؤ او يوکس هم د خپل ځاے نه واپس نۀ شو. سالار امين جان د مخکښې نه جمعې جومات ته رسېدلے ؤ او هلته کښې ئې د جلوس انتظار کولو. د جلوس وړومبۍ برخه د هغوي خوا ته رسيدلې وه او سپين ملنګ دخدائي خدمتګارانو سور بېرغ پۀ لاس کښې نيولے ؤ. هغه پۀ وړومبۍ ګولۍ ولګېدو او زمکې ته راپرېوتوکوم بېرغ چې سپين ملنګ پۀ لاسو کښې نيولے ؤ، هغه چې کله زمکې ته پرېوتو نو دغه وخت يو بل خدائي خدمتګار ور منډه کړه او هغه بېرغ ئې پرېوتو ته پرې نۀ ښودلو. او پۀ خپلو لاسونو کښې ئې وچت ونيولو. کله چې دغه خدائي خدمتګار هم شهيد شو نو بيا يو بل مخکښې شواو دغه بيرغ ئې وچت کړو. ولې يوکس هم ونۀ وېرېدو او نۀ ئې خپل ځاے پرېښودلو. پۀ دې وخت کښې د خواؤشا کورونو نه زنانه قران مجيد پۀ خپلو سرونو نيولې بهر را ووتلې اوفوځ ، پوليس او ملېشې والو ته ئې منت زاري وکړه ولې پۀ هغوي هېڅ اثر ونۀ شو او ډزې هم هغه شان روانې وې. چې پۀ کښې تقريباً 650 نه 700 پورې خدائي خدمتګاران نارينه او زنانه شهيدان او بې شمېره ژوبل شول . فوځيان راغلل او کوم ژوبل او شهيدان چې پراتۀ وو د هغوي نه ئې ګاډي ډکول او د جيندي، خيالي او سردرياب پۀ سيندونو کښې به ئې لاهو کول. د دغې وجې سالار اعظم امين جان خپلو ملګرو ته ووئيل چې ژوبل او شهيدان د دغې ځاے نه اوچت کړئ او يو محفوظ ځاے ته ئې يوسئ. پۀ دغه وخت کښې څۀ فوځيان راغلل او سالار اعظم او د هغۀ سره نور ملګري ئې ګرفتار کړل او د پېښور جېل ته ئې ورسول. کوم ملګري چې پۀ موقع پاتې شول نو هغوي د سالار اعظم صېب د حکم مطابق خپل ژوبل ملګري کورونو ته بوتلل. او مړي ئې هم خواؤشا کورونو ته زر زر دننه کړل.

    دغه وخت هسپتال والو ته هم حکم شوے ؤ چې خدائي خدمتګارو ته به هېڅ قسمه مرهم پټۍ نۀ کوئ . او د مړو د وارثانو نه به د ګولو قيمت اخلئ نو هله به ورته مړي حواله کوئ. ولې خدائي خدمتګار ډېر کمزوري وو او د قيمت د ادا کولو توان ئې نۀ لرلو نو دغه قيمت بيا باچاخان بابا د خپل ذاتي جائيداد څۀ برخه خرڅولو نه پس ادا کړو. دغه ژوبل خدائي خدمتګاران پۀ دغه خواؤ شا کورونو کښې ډېرو ورځو پورې پراتۀ وو او د بابړې خلقو د خپل وس مطابق د دوي مرهم پټۍ او نور خدمت کړے ؤ. عبدالغفوراستاذ هم خپل کور ته پينځه تنه ژوبل خدائي خدمتګاران را وستي وو. او د دوي کورنۍ د خپل وس مطابق د دوي خدمت کولو چې پۀ کښې درې کسان د صوابۍ او دوه کسان د مردان شامل وو. چونکې پۀ چارسده کښې مکمل کرفيو وه او يو تن هم د خپل کور نه بهر نۀ شو را وتلے. فوځ ، مليشې او پوليس به پۀ لارو کوڅو کښې ګشت کولو او کور پۀ کور به ئې چاپې وهلې او د خلقو د کورونو او پۀ خصوصي توګه د خدائي خدمتګارو د کورونو به ئې بې عزتۍ کولې او چې پۀ کوم کور به د خدائي خدمتګارو نخښه يعني بېرغ لګېدلے ؤ يا به ورسره سرې جامې وې هغوي به ئې وهل ټکول او زندان ته به ئې رسول. دغسې د فوځيانو يوه ډله د عبدالغفوراستاد د کور مخې ته هم تېرېدله کله چې دوي د عبدالغفور استاد پۀ کور باندې سور بېرغ وليدلو نو هغه ئې د کور نه بهر کړو او پۀ وهلو ئې پرې شروع وکړله. پۀ دغه شور شغرب د عبدالغفور استاد بوډا پلار د کور نه بهر را ووتلو چې وګوري څۀ چل دے او څۀ روان دي. هغه د خپل زوي حال پۀ خپلو سترګو وليدلو نو دغه صدمه ئې برداشت نۀ کړے شوه او راپرېوتو او د وينې الټۍ ئې شروع کړې. پۀ دغه وخت نور کسان د خواؤشا کورونو نه بهر را ووتل او د عبدالغفوراستاد پلار ګل باز بابا ئې کور ته دننه کړلو. ولې پۀ دغه دوران کښې هم مليشې والو عبدالغفوراستاد پرې نۀ ښودلو او هم هغه شان مسلسل ئې وهلو او ورته ئې دا يوه خبره کوله چې وخېژه او دغه بېرغ لاندې را ګزار کړه ولې عبدالغفوراستاد هم مسلسل انکار کولو. اخر يو سپاهي وختلو او هغه بېرغ ئې پۀ خپل لاس لاندې را کوز کړو او عبدالغفور استاد ئې ځان سره تاڼې ته بوتلو او د هغۀ ځاے نه ئې بيا پېښور جېل ته بوتلو. د دوي پلار ګل باز بابا چې کله کور ته دننه شو نو حالت ئې نور هم خراب شولو او د وينو الټۍ ئې نورې هم سېوا شوې نو کور والو ورله حکيم را وستو چې کله هغه د دۀ حالت وليدلو نو کور والو ته ئې ووئيل چې ګل باز بابا د يو څو ورځو مېلمه دے او د غم دلاسه ددۀ زړۀ زور اخستے دے او چاودلے دے. د حکيم خبره رښتيا ثابته شوله او پۀ درېمه ورځ ګل باز بابا د دې دنيا نه سترګې پټې کړې.

    بلخوا پوليس والو عبدالغفوراستاد د پلار جنازې ته هم د جېل نه راپرې نۀ ښودلو. د زندان پۀ وخت کښې د عبدالغفور استاد د اتو کالو زوے هم وفات شو ولې ظالمانو عبدالغفور استاد بيا هم د زندان نه را پرې نۀ ښودلو.بلخوا کله چې قلاره قلاري شوله نو د ژوبل کسانو وارثان راغلل او خپل زخميان ئې خپلو کورونو ته بوتلل.د بابړې دا واقعه يو طرف ته ظلم، طاقت او بلخوا د نظرئې او حق يوه داسې پېښه ده چې پۀ تاريخ کښې د داسې واقعاتو مثالونه ډېر کم دي. د افسوس خبره خو دا ده چې نن 73 کاله د ازادۍ د د عوې نه پس هم د دې ملک د تاريخ پۀ کتابونو کښې د دې واقعې هډو څۀ ذکر نۀ ملاوېږي. بلکې د دې د پټولو هر وخت کوشش روان وي خو افرين شه او پۀ فخر افغان باچاخان او د هغۀ ملګرو خدائي خدمتګاران شه. چې خپل ژوند ئې د خپل قام د پرمختګ او روڼ سباون نه زار کړو.

    کله چې عبدالغفور استاد د زندان نه واپس راغے نو بيا ئې پۀ تحريک کښې برخه واخستله او د خدائي خدمتګارو د علاقې پۀ هرې غونډې او جلسه کښې به ئې پۀ باقاعدګۍ سره شرکت کولو. د زندان نه چې دغه ټول مشران کله هم را خلاص شول نو هر کال به ئې پۀ 12 اګست پۀ ورځ د بابړې د شهيدانو ورځ نمانځله. د 1949 نه تر 1991ز پورې هرکال دغه ورځ د نمانځلو د پاره به عبدالغفور استاد پۀ خپل لاس د لرګي نه يوه ډولۍ جوړه کړې وه او ورسره به ئې پۀ سور غلاف باندې پۀ مالوچو او مخې ته سلوشن باندې پۀ هغه غلاف دغه شهيدانو سره د يووالي اظهار ليکل شوے ؤ کله چې به پۀ دغه تاريخ د غازي ګل بابا جومات کښې جلسه وشوه نو باچاخان او ولي خان به پۀ خپله دغه د لرګي نه جوړ شوے يادګار کوم چې به د شهيدانو د شهادت مقام (جمعې جومات) سره نزدې ښخ کړے شوے ؤ راتلل او ګلونه به ئې پرې شيندل. بيا پۀ 1992ز کښې بشيربلور شهيد چې د بلدياتو وزير شو نو هغۀ هم پۀ هغه مقام يو پوخ څلے جوړ کړو کوم چې تر اوسه پورې موجود دے. د ګوند ټول مشران اوس هم پۀ 12 اګست د دغه شهيدانو پۀ ياد کښې د بړاميا پۀ حجره کښې را غونډېږي او بيا هم د هغه جلوس پۀ لار يعنې مُست خېلو، غازي ګل بابا جومات ته ځي او هلته باقاعده جلسه کېږي او شهيدانو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې کولے شي . اخر کښې د شهيدانو يادګار باندې د ګلونو امېلونه ايښودل کېږي. د بابړې اوسېدونکوبه تراوسه پورې د هر 11 اګست پۀ ماسخوتن پۀ خپلو کورونو کښې ډېوې بلوي او د وس مطابق خېراتونه کوي او ثواب ئې شهيدانو ته بخښي.

    کله چې جنرل ايوب خان پۀ ملک کښې مارشل لاء ولګوله نو ټولو سياسي ګوندونو د هغۀ مخالفت شروع کړو. چونکې هغه يو ډکټېټر ؤ او وروستو چې هغه کله د صدارتي انتخاباتو اعلان وکړو نو ټولو سياسي ګوندونو دۀ سره پۀ مقابله کښې ولاړه د محترمه فاطمه جناح د مرستې اعلان وکړو. باچاخان او د هغۀ ملګرو هم د فاطمه جناح مکمل د مرستې اعلان کړے ؤ. دغه وخت عبدالغفور استاد د خدائي خدمتګارګوند پۀ ټکټ د خپلې تپې نه د بي ډي ممبر منتخب شوے ؤ. پۀ دغه اليکشن کښې دا خصوصيت ؤ چې د صدر انتخاب لپاره به صرف بي ډي ممبر ووټ ورکولے شو.

    د پېښور ضلعې د هغه وخت ډي سي چارسدې تحصيل ته راغلے ؤ او د چارسدې تحصيل ټول بي ډي ممبران ئې د اے سي دفتر ته راغوښتي وو. هلته ډي سي ټولو بي ډي ممبرانو ته ووئيل چې د اليکشن پۀ ورځ به خپل خپل ووټ صرف او صرف جرنېل ايوب خان ته ورکوئ ګينې تاسو ته به سخته سزا درکولې شي. عبدالغفور استاد پۀ دغه وخت د خپل ځاے نه پورته شو او ډي سي ته ئې پۀ مخامخ ووئيل چې تاسو به مونږ سره څۀ وکړئ، مړۀ به مو کړئ، جائيدادونه به راله نيلام کړئ چې هر څۀ را سره وکړئ نو بيا هم مونږ خپل ووټ يو ډکټېټر لۀ نۀ ورکوو. مونږ د باچاخان ملګري يو. او د هغۀ پۀ لار روان يو خپل سر د ځان نه جدا کولے شو خو چاته ئې ټيټولے نۀ شو. دغه ئې ووئيل او د دغې غونډې نه بهر را ووتلو او کور ته واپس شو. بيا خبره خوره شوه چې ډي سي سره وروستو پاتې شوو ممبرانو باندې سپينې لفافې تقسيم کړې شوې چې پۀ کښې ٥ زره روپۍ موجود وې کومې چې هغه بې ايمانه او بزدله خلقو واخستې چې ټول عمر ئې خپل قام پۀ پردو خلقو خرڅ کړے دے.

    عبدالغفور استاد خپل ټول عمر پۀ ايماندارۍ، سادګۍ او د اصولو مطابق تېر کړے ؤ چې نن ئې هم خلق مثالونه ورکوي.د ژوند پۀ اخري ځل پۀ 1984ز کښې د جنرل ضياء الحق پۀ دور حکومت کښې عبدالغفور استاد ګرفتار کړے شو . دغه وخت عبدالغفور استاد دخپلې تپې (پړانګو) جنرل سکتر ؤ. هغۀ ته دا ووئيل شو چې د خپل ګوند نه استعفٰي ورکړه خو هغۀ بيا هم انکار وکړو او د ډېره اسماعيل خان جېل ته چالان شو کوم ځاے کښې چې هغۀ يوکال جېل تېر کړو او د جېل نه چې کله کور ته واپس راغلو نو ناجوړه شو ځکه چې د زيړي مرض ئې ځان سره د زندان نه را وړوے ؤ . د هغې مرض د علاج لپاره خپل زوي نوراحمد شاه پۀ خېبر ټيچنګ هسپتال کښې داخل کړو. هلته دے څۀ موده داخل ؤ چې کله ئې معمولي ګزاره وشوه نو ډاکټرانو کورته را ولېږلو څو ورځې پس ئې پۀ 8 نومبر 1987ز کښې ساه ورکړه. او پۀ خپله ابائي مقبره کښې خاوروته وسپارل شو. پۀ وارثانو کښې ترې نه دوه لوڼه او يو زوے پاتې شول.

    د عبدالغفوراستاد پۀ شان خلق د خدائي خدمتګارتحريک روح ؤ او د دوي دغه ستړې به تر مودو مودو ياد ساتلے شي. د هغۀ د ژوند قيصه ځکه مونږ دلته بيان کړله چې زمونږ نوي نسل ته اندازه ولګي چې زمونږ مشرانو زمونږ د روڼ سباؤن لپاره څومره قربانۍ ورکړې دي.الله دې وکړي چې هغه سحر ډېر زر را ورسي دکوم خوب چې دغه مشرانو ليدلے ؤ او خپل سرونه او مالونه ئې ترې هم قرباني کړي وو.

    بحواله:

    1. باچاخان او خدائي خدمتګاري: خان عبدالولي خان
    2. خدائي خدمتګارتحريک: احمد کاکا
    3. دسالار امين جان ډائرۍ نه يوه پاڼه: فريد صحرائي
    4. د عبدالغفوراستاد وارثان (سعيد احمد شاهي، سلېمان شاه د بابړې)
  • بونېر خو بونېر دے – ساجد ټکر

    بونېر خو بونېر دے – ساجد ټکر

    د امبېلې پۀ کامبېلو کښې

    ګيدړ څاربۀ شول د پېرنګ پۀ لړمونونو

    د نړۍ هر قوم له خداے پاک څۀ نا څۀ داسې يوه خوبي ورکړې وي چې هغوي پرې ناز او وياړ کولے شي ۔ کۀ چا لۀ ئې سيندونه او دشتې ورکړي نو چا لۀ ئې دنګ دنګ غرونه، کۀ چا لۀ ئې مېرې ګانې او ورشو ګانې پۀ نصيب کړي دي نو چا لۀ ئې واروين غرونه، کۀ څوک ئې د فطرت پۀ حسن مئين کړي او شاعران دي نو څوک بيا د تورې او قلم خاوندان دي، کۀ څوک پۀ لوبو کښې مخکښې دي نو څوک بيا پۀ مټو مضبوط دي او دغه شان د هر قام بلها خو خپلې خپلې ځانګړتياوې دي ۔ پۀ دې لحاظ پښتون قوم د نړۍ د نورو قامونو نه يو پوټے بدل او مختلف دے ۔ دا نه چې دا به ګينې زمونږ غلط فهمي وي او يا دا چې بس صرف مونږ يو، خو لکه حقيقت هم دا دے چې پښتون پۀ ډېرو حوالو د نورو نه، نۀ صرف بدل دے بلکې تکړه هم دے، کۀ سيند لري نو غر هم لري، کۀ ورشو ګانې لري نو دشتې هم لري، کۀ زړور دے نو مټور هم دے، کۀ سترګور دے نو ادب پرور هم دے، کۀ ساده باده دے خو ښکلے هم دے ۔

    کۀ مړانه لري نو باتور هم دے، کۀ جنګ ئې کړے نو مشري ئې هم کړې، کۀ مغل ئې پره کړي نو د پېرنګيانو سره ئې هم ښکر وهلے دے، کۀ کډې ئې ګرځولې دي نو ملکونه ئې هم اباد کړي دي، الغرض کۀ توره ده او کۀ قلم، ادب دے او کۀ کلتور، تاريخ دے او کۀ ژوند ژواک، خو پښتون د نورو نه کۀ ډېر ښۀ نۀ دے نو کم خو بېخي نۀ دے ۔ خو بيا هم لۀ بده مرغه د دنيا پۀ تاريخ کښې چې اغيار کله هم د پښتون ذکر کوي نو پۀ عجيبه عجيبه نومونو ئې يادوي ۔ کۀ ايرانيانو ورپسې ملنډې کړي نو مغلو ورپسې هم ريشخند وهلے دے، کۀ پېرنګيانو ورپسې لطيفې جوړې کړي نو د هند خلقو هم نۀ دے معاف کړے ۔ خو د دې دا مطلب نۀ دے چې ګينې پښتون هم دغسې دے لکه څنګه چې دوي ښودلے بلکې پۀ دې طريقه دوي د خپلو کمزورو او احساس کمترۍ پټولو کوشش کړے دے ۔ پښتنو پسې پيشاړي پرون هم کېدې او نن هم کېږي خو مخکښې به ورپسې پۀ دربارونو کښې کېدې او اوس ورپسې پۀ لا نورو او نويو طريقو کېږي ۔ کۀ څوک راپسې لطيفې جوړوي نو څوک راپورې پۀ ډرامو کښې ملنډې کوي ۔ کۀ څوک مو پۀ يو خاص کردار کښې اچوي نو څوک مو بېخي بيا د انسانيت د چوکاټ نه هم وباسي او لاد ترهګرو ټاپه پکښې بېله ده ۔ بهر حال بس مونږ يو او دا خلک دي چې راپسې لګيا دي ۔ داسې هم نۀ ده چې ګينې د دغه قومونو عام خلک مونږ پسې پيشاړې کوي بلکې د دوي لوستي خلک، شاعران، ليکوال او ښۀ ادبي او سياسي او فنکار طبقه هم مونږ نۀ معاف کوي ۔ دا خلک کۀ پۀ خلۀ مونږ سپکوي نو پۀ ميډيا کښې مو هم نۀ معاف کوي ۔ کۀ پرون ئې راله ملک کالو خان ته شوکمار وئيلي وونو نن د بونېر شملورو او د مړانې نه ډک خلقو پورې ملنډې کوي او د افسوس خبره دا ده چې دا هر څۀ پۀ پټه نه بلکې پۀ ښکاره او د دې نه هم زياته د افسوس خبره دا ده چې دا ناوړه کار ئې د نصاب پۀ کتاب کښې کړے دے ۔ اوس شکر دے پښتانۀ ويښ دي او د دې ناوړه کار پر ضد يو داسې زورور غږ پورته شو چې دغه کتاب او نصاب والا نۀ صرف پۀ تحريري توګه معافي وغوښتله بلکې پۀ دوه لويو اخبارونو کښې ئې هم پۀ دې لړ کښې سپيناوے وکړو او دغه خبره قلاره شوه ۔ خو بايد دا ياد وساتو چې دا هر څۀ هسې پۀ حادثاتي توګه نۀ کېږي بلکې څۀ داسې کرکه شته چې دغه ذهنيت واله ئې لري ۔ ګينې څنګه به څوک د هغه بونېر پۀ خلقو پسې خبرې وکړي چې پۀ ۱۵۹۰ خوا و شا کښې ئې د اکبر بادشاه څلوېښت زره فوځ وژلے ؤ چې پکښې د اکبر بادشاه نيازبين بيربل هم وژلے شوے ؤ ۔ او بيا د کال ۱۸۶۳ د امبېلې د جنګ قيصه به چا نه هېره شي چې د بونېر غېرتمندو د پېرنګي فوځ مات کړے ؤ او د واپسۍ لار ئې بيا نۀ ليده ۔ اوس چونکې د دغه ادارې لۀ خوا د بونېر او ټولو پښتنو نه معافي غوښتې شوې نو زيات پرې څۀ نۀ وايو خو يو عرض کول ډېر ضروري دي چې تنګ نظري کله هم چا ته ګټه نۀ شي رسولې بلکې نفرت او کرکه همېشه د نفرت او کرکې سبب ګرځي ۔ بايد هر چا ته د عزت او مينې پۀ نظر وکتے شي او دا تنګ نظري او د برترۍ سوچ نور ختم کړے شي ۔ بونېر زمونږ وياړ دے، زۀ بونېر هم يم او بونېرے هم يم ۔

  • د افغانستان د استقلال ارتقاء (۱۷۴۷-۱۹۲۹) – ډاکټر اسفنديار درانے

    د افغانستان د استقلال ارتقاء (۱۷۴۷-۱۹۲۹) – ډاکټر اسفنديار درانے

    (احمد شاه بابا نه تر امان الله خان پورې)

    دا وطن مې څۀ پۀ سوال ګټلے نۀ دے

    هر يو کاڼے ئې زما پۀ وينو رنګ دے

    د ټولو پښتنو لوے کور افغانستان د دنيا پۀ نقشه کښې يو ځانګړے حېثيت لري او دغه حېثيت اول هم د دنيا د سترګو ازغے ګڼلے شوے دے او نن هم ګڼلے کېږي.

    کۀ د اتلسمې پېړۍ نه لږ مخکښې نظر واچول شي نو دا خبره پۀ ګوته کېږي چې کله پېرنګے د افغانستان د سرو زرو نه خبر شونو بهانې ئې ورته جوړې کړې خو ولې زړۀ ئې نۀ شو کولے او د زړۀ نۀ کولو يوه بله وجه هم وه هغه دا چې پېرنګے پۀ هند کښې هم پۀ خپلو پښو نۀ ؤ ولاړ او هغه داسې چې د مغلو حکومت خو پۀ څۀ نا څۀ شکل کښې موجود ؤ. د نولسمې پېړۍ پۀ سر ئې خپل يو غړے (ماؤنټسټورټ اېلفنسټن) پۀ دې عرض د سېلاني پۀ حېث را ولېږلوچې د دې سيمې کلتور وګوري خو ولې بيا وروستو وخت ثابته کړه چې د دۀ د را لېږلو مطلب د پښتنو د دې سيمې نه د پيرنګي حکومت خبر کړي يعني چې دا ځائے د هغوي يعني د پيرنګي د پاره څومره ګټه ور کېدلے شي. دماونټسټورټ ايليفينسټن د راتلوسره (1807) ګريټ ګيم پېل شوچې سل کلونو نه زيات وچليدو.اودغه ګريټ ګيم ئې پۀ داسې طريقه وچلولوچې پۀ هغې کښې پښتنو ته د نقصان رسولو هڅې وکړې او وخت پۀ وخت ئې پښتانۀ هم کمزوري کړل خو ولې پۀ خپله د دومره لوي باچاهۍ باوجود هم ئې کمزوري کول نو د وي سره خو وسله هم نه وه د هغۀ وخت مناسب دجنګ کولوطريقې ئې هم نۀ وې زده او نۀ ورسره دومره پېسې وې خو بل اړخ ته د پېرنګي لويه باچاهي وه چې نۀ ورسره د پېسو څۀ کمے ؤ نۀ د فوځ اؤ نۀ د وسلې ۔

    د افغانستان د استقلال د ارتقائي مزل پۀ حقله د دې خبرې نه هېڅ څوک هم انکار نۀ شي کولے چې پۀ افغانستان د پښتو نه علاوه بل هېڅ يوقوم يا کوم يو باچا هم خپله مستقله باچاهي نۀ ده کړې. او هغه داسې چې پښتانۀ دوي پۀ قلار نه دي پرېښودي. پۀ دي مضمون کښې به د احمد شاه بابا نه را واخله تر امير امان خان پورې دافغانستان حکومتونه او د هغوي کاميابو او ناکامو باندې خبرې کولي شي او داستقلال د معنٰې پۀ حېث به بحث کېږي نو اول خو لنډ شان تاريخ باندې نظر اچوو. کومه علاقه چې افغانستان پۀ نوم يادېږي هغه يو وخت کښې اريانه پۀ نوم يادولے شوه. پۀ ”اوستا“ کتاب کښې هم د دې ذکر راغلے دے پۀ رګ ويد کښې هم دې ته اريانه وئيلي شوي دي او پۀ شاهنامه فردوسي کښې هم .

    د وړې اوچې (برصغير) او دافغانستان د تاريخ نه کۀ د احمد شاه بابا نوم وباسو نو دغه شان کۀ د افغانستان د استقلال تاريخ نه امير امان الله خان نوم وباسو نو دغه تاريخ هم نا مکمله دے او هم دغه وجه ده چې امان الله خان سره د دغه وخت د هندوستان پښتنو مرسته کړې وه. دا بېل ليکل دي.

    هم دغه شان پۀ دې ځاے د پښتنو د اباد کارۍ حقيقت هم پۀ درېو نظريو يا (Theories) باندې بنياد لري خو ولې دلته پۀ تفصيل سره رڼا اچول مناسب نه دي بس دغه خبره بس ده چې ټول پښتانه پۀ شريکه د قيس عبدالرشيد پۀ مشرۍ کښې د خوږ نبي حضرت محمد صلي الله علېه وسليم پۀ مبارک اسلام قبول کړے دے.

    يو څو لنډو ټکو کښې د افغانستان پۀ تاريخ باندې خبره کول مناسب ګڼم او هغه دا رنګه چې د قيس عبدالرشيد او د پښتنو د اسلام قبلولو نه مخکښې پۀ دې ځاے باندې پۀ 516 قبل مسيح کښې قبضه وکړه بيا پۀ 326 قبل مسيح کښې سکندراعظم دې ځاے باندې حکومت جوړ کړو او تر دوؤ سوو کالو پورې د هغوي جرنېلانو او بيا د هغوي خلقوپۀ دې ځاے حکومت وکړو. بيا هنيانو ( Huns) څلورمې صدۍ عيسوي پورې حکومت وکړو. پۀ کابل باندې د مقامي سردارانو حکومت ؤ او خواؤ شا افغانستان باندې د ساساني حکومت دلاندې سردارۍ نظام ؤ.

    د وخت تېرېدو سره سره د بنو اميه او بنو عباسيه د حکومتونو پۀ وخت دې علاقې ته تبليغي ټولګي هم را لېږلي شوي دي خو پۀ با قاعده توګه اسلامي حکومت بنياد سبکتګين ايښے دے چې د هغۀ د مرګ نه پس د هغۀ زوي محمود غزنوي واګې لاس کښې واخستې بيا پرې شهاب الدين راغلو چي د بلې علاقي سره ئې تعلق لرلو بيا غوريانو باندې تاتاريانو برے وموندو خو دغې خاندان پري تقريباً سل کالو پورې حکومت وکړه خو ولې بيا پۀ 1389 کښې امير تېمور پۀ افغانستان خېټه ور واچوله او شپاړسمې پېړۍ د پېل کېدو پورې ئې حکومت وکړو. د ايران صفويانو او بيا مغلو سره ئې انګتې واچولې خو پۀ دغه وخت کښې ظهير الدين بابر اول پۀ قندهار او بيا ورسره پۀ کابل قبضه وکړه او هم د دغه ځاے نه ئې پۀ 1526 کښې پۀ پاني پت کښې ابراهيم لودهي لۀ ئې ماتې ورکړه او د مغلو سلطنت ئې جوړ کړو. خو ولې د مغلو حکومت پۀ هندوستان کښې خو مضبوط ؤ کۀ چرته دلته پۀ افغانستان (مختلفو ښارونو او صوبو کښې) کۀ چرته کومې قبيلې بغاوت کولو نو د هغې د پاره به ئې د دهلي يا د اصفهان نه فوځونه را غوښتل او هم دغه وجه وه چې دې علاقو باندې د ايران اثر هم ؤ. او اخر يو وخت راغلو چې پۀ 1707 کښې سردار ميرويس چې د هوتګ قبيلې مشر ؤ. د هغوي حکومت خلاف را اوچت شو او کامياب شو. د دۀ د مرګ نه وروستو د هوتک قبيلې پۀ خپل مېنځ کښې د حکومت د پاره سختې پېښې وشوې او اخر اشرف نومې سنټر پۀ کښې د قندهار سره پۀ۱۷۲۷ کښې عثمانيانو ته هم شکست ورکړو او د ايران هم باچا شو. خو ولې نادر قلي خان چې د افشار قبيلې سره ئې تعلق ؤ او ايرانيان ئې را جمع کړل او اشرف ته ئې ماتې ورکولو نه وروسته پۀ 9 مارچ 1739 ئې پۀ قندهار او بيا ئې پۀ هندوستان قبضه وکړه. او د خپل فوځ احمد خان نوم ئې پۀ دکن کښې د ”نائب اللطنت “ او احمد شاه دراني پۀ نوم يادشو. دغه احمد شاه د وخت تېرېدو سره د نادر شاه پۀ زړۀ کښې خپل ځاے جوړ کړو. او د يو ښۀ او تکړه جرنېل پۀ حېثيت يادولے شو. او همدغه تکړه والے ئې پۀ کار راغلو خصوصاً پۀ هغه وخت کښې چې پۀ 1747 کښې نادر شاه ووژل شو نو قاتلانو دا کوشش وکړو چې ترسهار پورې دې خبره پټه وساتي خو دغه شان وشول او احمد خان ته پته ولګېدله. او بيا ئې هم پۀ دغه وخت حالات قابو کښې راوستل.

    يو اړخ ته د دۀ قابليت هم ډېر ؤ خو ولې بل اړخ ته پرې قدرت داسې مهربانه شو چې څو وارې لوي جرګې را وبللې شوې خو مزه ئې ونۀ کړه او يو بزرګ پۀ فېصله باندې احمد خان ته د مشرۍ چوکۍ حواله شوه. اوس د دې نه مخکښې يو څو خبرې دي چې هغې باندې ئې نظر واچولو. يو خوا پښتانه ټول يوځاے را جمع کول، دوېمه د ملک حالات قابو کول او درېمه خبره د بهرني خطرو نه حفاظت کول وو ۔

    پۀ 15 جولائي 1747 قندهار پۀ يو جومات کښې د احمد شاه بابا تاج پوشي وشوه او دلته د يواعلان پۀ ذريعه دا خبره څرکنده کړې شوه چې احمد خان ته ”شاه“ خطاب ورکړے شو او دا خبره هم وشوه چې د مخکښي نه راروان”احمد شاه در دران“ چې استعماليدو هغه به اوس ”احمد شاه دراني“ پۀ نوم يادېږي او دا هم ووئيل شول چې د ابدالي قبيله به هم ددراني قبيلې پۀ نوم يادېږي.اودې سره ئې دخپل نوم سکه هم جاري کړه اود خپل نوم مهرلګول ئې هم شروع کړل ۔

    د افغانستان حکومت ته ئې مخه وکړه اول ئې غزنے فتح کړو. بيا ئې کابل فتح کړو د کابل افغانان ئې خپل اړخ ته راوړول او هغوي د مغلو پۀ حق کښې د جنګېدونه انکار وکړو. او د کابل ګورنر نصير خان پېښور خلقوهم داحمد شاه مرسته وکړه او نصير خان د پېښور نه پنجاب ته وتښتېدو. دسمبر 1747 کښې احمد شاه بابا د پېښور نه د پنجاب پۀ اړخ لاړلواو پۀ 12 جنوري 1748 ئې لاهور فتح کړلو. پۀ 19 فروري 1748 د لاهورنه د هندوستان پۀ اړخ روان شو. خو د 27 مارچ 1748 پورې وخت پۀ وخت جنګېدولو دلته ورته پۀ قندهار کښې لقمان خان بغاوت وکړو نو واپس راغلو او هغه بغاوت ئې ناکام کړو. منيشا پوره 1757 کښې دهلي پۀ اپرېل 1758 کښې مرهټيان او سکهان پۀ لاهور داخل شول او پۀ بنجاب ئې قبضه وکړه. دغه شان د دوي پۀ درخواست احمد شاه بابا 1761 کښې پۀ پاني پت کښې مرهټيانو ته هم ماتې ورکړه. دغه شان پۀ 1764 کښې د سکهانوخلاف وړومبنے

    3 کار چې ئې وکړو هغه داچي :

    ۱. د ملک دننه ئې پاليسۍ جوړې کړې.چي ملک مظبوط کړي.

    ۲. د افغانستان د سردارانو پۀ کارونو کښې ئې دخل نه ورکولو. او دا ځکه دغه سردارانو ته د خپلو قبيلو د حقوقو مسئلې وې نو هم دغه وجه وه چې احمد شاه بابا د دغې سردارانو پۀ ذريعه خپل حکومت کولو اوچې کله به فوځ يعني فوځيانو ضرورت وو هم دغه سردارانو به خپل فوځونه را لېږل او بيا به مرکزي حکومت هغوي ته معاوضه ورکوله.

    ۳. خپل بادشاهت ئې پۀ هغه قبائيلي غړو مظبوط کړو کوم چې د دۀ دقبيلي وو اوددۀ پرې باور ؤ.

    ۴. پۀ فوځ کښې نور ف وځيان واخستل اؤ تقريباُ څلوېښت زرو شمېر ته ئې ورسول. خو پۀ فوځ کښې د ابدالي (دراني) او غلزئي قبيلو د مختلفو شاخونوخلق وو او نور هم ؤو حو پۀ لږ شمېر کښې. دوېم کار ئې دا وکړو د افغانستان سرحدونه ئې نور هم خوارۀ کړل او ډېر ښارونه او صوبې ئې د ملک دننه (چې کومې پۀ حکومت کښې شاملې نۀ وې) او دغه شان ډېر ښارونه د ملک نه بهر هم د خپل لاس لاندې کړل.

    د وخت سره سره ئې خپله خارجه پاليسي هم مظبوطه کړه او چې پۀ کوم ښار يا صوبه ئې حمله وکړه او برے ئې وموندلو نو د صلحې د پاره ئې د مصلحت نه هم کار اخستے دے ، رشته داري ئې هم جوړه کړه چې هغې رشته دارۍ سره ورته د خپل ملک (افغانستان) مظبوط والے يقيني شوے دے. او هم دغه شان د غنيمت سامان کښې ورته خزانې ، وسله اؤ اسونه وغېره پۀ لاس ورغلي دي خو دا هر څۀ ئې دافغانستان د پاره پکار را وستل دي.

    د دې نه علاوه د ملک دننه ورته هم ځاے او وخت پۀ وخت ورته بغاوتونه رااوچت شوي دي خو د هغې مخ نيوے ئې ډېر پۀ طريقه او هنر کړيدے. احمد شاه بابا د بادشاه کېدلو پۀ وخت پۀ يو ښار کښې بادشاه شو او هم پۀ هغې ئې بادشاهي لرله خو د دې دنيا نه د تلو پۀ وخت پۀ دومره علاقې بادشاهي لرو چې نن صبا پۀ هغې کښې افغانستان ، پاکستان، بنګله دېش ، هندوستان او څۀ علاقي د ايران هم شاملې وې. افرين شه پۀ دغه پښتون چې هم زوے يو د پښتون خو پلا ر د ټولو پښتنو دے او پۀ تاريخ کښې خپل نوم او د پښتو نوم را اوچت کړو اؤ اوچت ئې وساتلو تر هغې وخته پوري تر څو چې ئې پۀ وجود کښې ساه لرله. او د حيرانېدو خبره داده چې پۀ دغه وخت کښې پېرنګي پۀ هندوستان کښې د مغلوخلاف ښه پۀ جوبن کښې وو. خو ولې احمد شاه بابا ترې پورته نه شو کتلے. خو افسوس چې د احمد شاه بابا د دې دنيا نه د تلو سره د هغۀ پۀ بچو او بيا نمسو پۀ منځ کښې داسې دښمنۍ را اوچتې شوې چې ئې د يو بل د وينو تږي کړل

    احمد شاه بابا پۀ لوي افغانستان کښې مذهبي سياست پېل کړے ؤ او هغه ځکه چې يواړخ ته هغه مذهبي انسان ؤ خو بل اړخ ته پښتون هم ؤ نو څنګه چې پښتونولي او اسلام يو بل سره تړلي دي نو هم دغه وجه وه چې احمد شاه بابا هم دغه دواړه يو ځاے وچلول او کامياب شو

    احمدشاه باباچې پۀکوم ډول حکومت کولوهغې کښې دهرکاردپاره خپله خپله محکمه وه. ټولې محکمې دا وې ملکي اداره، مرکزي حکومت، مجلس، صدراعظم ،مالي اداره ، قضائي اداره )شرعي عدالت( وغېره وغېره.

    احمد شاه بابا ته دا لوړ مقام هم حاصل دے چې د افغانستان ملت ئې پۀ خپلو لاسو جوړ کړے دے او پۀ خپله مرضۍ حکومت کړے او داسې پۀ تکنيکي توګه ئې هر قدم اوچت کړے دے چې د هغې مثال پۀ تاريخ کښې ډېر کم موندے شي خو ولې د بدقسمتۍ نه د هغۀ نه وروستو د هغۀ د بچو او نمسونه د افغانستان واګې خطا شوې او وخت پۀ وخت حالات کله خراب او کله سم شول او پۀ خپل مينځ کښې ئې يو بل سره باچاهۍ د پاره پۀ جګړه ونښتل خو د خداے مهرباني وه چې د دوست محمدخان د راتلوسره افغان اولس ساه واخستله اودغه جګړې ډېر وخته پورې پۀ کمېدوشوې اؤ داسې وختونه هم راغلل چې پېرنګي څوځله ماتې وخوړه نودوخت مناسب ئې تېښته هم وکړه يوځل ئې لوظنامه لاس ليک کړه او پۀ آخري ځل ئې دافغانستان داستقلال پۀ کاغذونودستخط هم وکړو

    څنګه چې مخکښې ذکر وشو د احمد شاه بابا د مرګ نه وروستو د هغۀ زوي تيمور شاه د افغانستان باچاؤ خو ولې هغه خپل ټول د نولس کالو باچاهۍ کښې څۀ خاص علاقه پۀ خپل ملک کښې شامله نه کړے شوه اؤ ټول وخت ئې يا خو د بغاوتونو پۀ شنډولو کښې تېر کړو او يا ئې خپلو وروڼو او ټول او رشته دارانو سره د باچاهۍ د پاره پۀ جګړه کښې تېر کړو. او د يو بغاوت د خطرې د وجي نه ئې دارالحکومت هم د قندهار نه کابل ته يوړو. خو ولې د تيمور شاه د مرګ نه وروستو د هغۀ زوي پۀ 1793 زمان شاه دافغانستان باچا شو او دخپل پلار پۀ رنګ هغه هم خپل اتۀ کله د حکومت وخت خپلو سکه او ناسکه وروڼو سره د باچاهۍ اخستلو د پاره پۀ جنګونو کښې تېر کړو. او د دې جګړو يوه غټه نتيجه دا راووتله چې د افغانستان دننه حالات کمزروي شول او ګير چاپېره نورو ملکونو پۀ افغانستان کښې د لاس وهلو يو بهانه وموندله خو د بدقسمتۍ نه زمان شاه دوه نور کارونه داسې وکړل چې هغې افغانستان ته پۀ راتلونکي وخت کښې نقصان ورکړو. هغه دوو کارونو کښې يو کار رنجيت سنګهـ ته د پنچاب ګورنړي ورپۀ غاره کول وو او دوېم کار ئې د بارکرو دننه ئې ځان ته خنډونه ودرول او هغه داسې چې د پائنده خان بارکزي پۀ وېنا ئې نور مشران د غټو منصبونو نه فارغ کړل او د خپلي قبيلې (سدوزئي) غړي ئې د هغوي پۀ منصبونو ولګول او دا کارخو احمد شاه بابا پۀ خپله خوښه کړے ؤ يعني د هرې قبيلې د مشرانو پۀ ذريعه به ئې پۀ ټول افغانستان حکومت کولو. خو ولې زمان شاه پۀ تاريخ نظر نه اچولو او بيا وخت ورته ثابته کړه چې ستا دغه فېصلي غلطې وې. او دې سره حالات دومره کړکيچن شول چې د څو قبيلو مشران ووژل شول او خپل مشر ورور محمود شاه ورته بغاوت را اوچت کړو. او هم دغه شان د وژل شوو قبيلو مشرانو بچو هم د محمود شاه مرسته وکړه او زمان شاه نه ئې حکومت پۀ زور واخستلو. او دا خبره ثابته شوه چې دې پېښي سره پۀ افغانستان کښې د قبيلو تر مېنځه د باچاهۍ د پاره سختې نښتې پېل شوې خو محمود شاه هم ايله اتلس مياشتې حکومت کړے ؤ چې خپل ترۀ شجاع ترې نه حکومت واخستو خو شجاع صرف سږ کاله حکومت کړے ؤ چې بيا ترې نه محمود شاه حکومت وخستو او هغه هم تقريبا نهه کاله حکومت وکړو. او د محمود شاه نه يو ځل بيا خپل ترۀ نه حکومت پۀ زور واخستو دا ځل ئې بل ترۀ وو چې نوم ئې سلطان علي شاه ؤو چې دزمان شاه اوشجاع ورور ؤ .خودۀ هم ايله يوکال حکومت چلولے ؤ چې دۀ نه خپل ورور ايوب شاه حکومت ترلاسه کړو او پينځه کاله ئې پۀ افغانستان حکومت وکړو او دا سلسله هم دغه شان روانه وه او افغانستان ورسره دننه کمزروے شو او روس او برطانيې پۀ کښي خپل مفاد لټول شروع کړل.

    پۀ 1826 کښې دوست محمد خان د افغانستان باچا شو خو ولې دغه چوکۍ ګټلو د پاره ئې اتۀ کاله د محمود شاه فوځ سره وخت پۀ وخت جګړې وکړې. دغه وخت نه روس او برطانيې دواړو غوښتل چې دوست محمد خان خپل لاس کښې واخلي خو هغه ډېر د احتياط نه کار واخستو او دواړو سره ئې يو شان تعلق وساتلو خو دغه طريقه د پېرنګيانو خوښه نۀ شوه او دوست محمد خان نه ئې کابل ونيولو او شجاع شاه ئې يووارې بيا د افغاستان پۀ تخت کښينولو

    پۀ تاريخ کښې د 1938 نه تر 1842 پورې کلونه د پېرنګي افغاني جګړې پۀ نوم يادېږي خو حقيقت کښې دا هغه کلونه دي د کله نه چې پېرنګي دا اراده وکړه چې دوست محمد خان د تخت نه کوزکړي او شاه شجاع ته د افغانستان واګې لاس کښې ورکړي نو دغه وړومبنے جنګ دغه قيصه دسمبر 1938 نه پېل شوه او پېرنګي اپرېل 1938 کښې ئې د مختلفو قبائلو سره د سختو جګړو نه وروستو قندهار ونيولو. شاه شجاع نه ئې پۀ يوو وړکي شان جومات کښې د افغانستان د باچاهۍ تاج پۀ سرکړو. او څو مياشتې وروستو ئې کابل ونيولو نو بيا ئې ورته پۀ کابل کښې دوباره تاج پوشي وکړه. او پۀ 1840کښې ئې دوست محمد خان پۀ هندوستان کښې پۀ جېل کښې واچولو. نو يو اړخ ته خو شاه شجاع پۀ افغانستان د پېرنګي پۀ ايما حکومت شروع کړو خوولې بل اړخ د افغانستان قبائيلو دا خبره نه زغمله چې د پېرنګي واک پۀ افغانستان کښې وي او د قبيلو د مشرانو پۀ حېثيت دې د نشت برابر وي.

    نو ټولو قبيلو د پېرنګي پۀ ضد د يو والۍ فېصله وکړه او د شاه شجاع او پېرنګي مخه ئې ونيوله او سختو نښتو نه وروستو پۀ جنوري 1842 کښې تقريباً د څلورو زرونه زياتو فوځيانو د کابل نه پۀ شا لاړل او هم دغه وخت پرې دافغانستان قبائيلو حملې وکړې او د يو څو کسانو نه علاوه ټول ئې ووژل او پۀ دغه يو څو بچ شوو کسانو کښې يو کس سرجن کيپټن برائبډن هم ؤ. خو داسې ماتې پېرنګي پۀ وړومبي ځل وخوړو خو د پېرنګي خېر خواه شاه شجاع هم خپلو افغانيانو ووژلو. او پېرنګے چې پۀ دي خبره پوهه شو چې ښه خبره داده چې افغانستان ئې هم د دوي ځينو مشرانو د مصلحت نه ئې کار واخستو او دوست محمد خان ئې د جېل نه راخلاص کړو او پۀ 1843 کښې باچا دا مجبوري وه چې دروس د مخ نيوي د پاره ئې دوست محمد خان سره د دوستۍ تعلق وساتلو. او پۀ 1855 کښې ئې يو لوظنامه هم وکړه. خو ولې دغه لوظنامې نه مخکښې پۀ 1846 کښې دوست محمد خان د پېرنګي خلاف د پنجاب د سکهانو پۀ مدد سره فرنټ جوړ کړو. خو د 1849 نه پس امير دوست محمد خان پۀ خپلوداخلي خبرو باندې توجه ورکړه. او د مختلفو فتوحاتونه وروستو 1863 کښې وفات شو. دغه شان د يو دور چې دافغانستان پۀ تاريخ کښې نوم جوړ کړے ؤ هغه دور پاې ته ورسيدو او شير علي خان دافغانستان باچا شو. شير علي چې کله حکومت واخستو نو دريو کالو حکومت کولو نه وروستو ئې ورورافضل خان د دۀ نه حکومت واخستو. د حکومت اولنو کلونو کښې خو ئې روس او برطانيې دواړو سره يوشان تعلق وساتلو خو يو وخت کښې ئې د روس مشن ته پۀ کابل کښې د داخليدو اجازت ورکړو چې پۀ هغې باندې د برطانيې پۀ واکدارانو دغه خبره بده ولګېده او پۀ1878 نومبر کښې پۀ افغانستان يو ځل بيا حمله وکړه او دغه شان شير علي خان خو اول مزار شريف ته مخه وکړه بيا روس ته لاړو خو روس ورته سياسي پناه ورنکړه خو پۀ تلو کښې ئې د حکومت اختيار خپل زوي يعقوب خان ته ورکړو دلته يوه بل خبره کول غواړم دا چې برطانيې پۀ خپلې پاليسۍ کښې بدلون راوستل وو اود Masterly Inactive Policyنه ئې Forward Policyته بدله کړې وه او د هغې وجه هم د امير شير علي خان روس ته ورنزدې کېدل وو. او دا خبره Benjamin Disraeliمحسوس کړې وه چې کله هغه پۀ دوېم ځل (80-1874) وزيراعظم شو. او خپلې پاليسيو باندې ئې غور وکړو نو لارډ ريپن) (Lord Ripponئې پۀ 1878کښې هندوستان ته دوائسراے پۀ عهده ولګولو او هم دغه فاروډ پاليسي ئې پرې شروع کړې وه. د دې فارورډ پاليسۍ ترمخه برطانيې د روس د مخ نيوي د پاره پۀ افغانستان کښې مداخلت کول وو او روس ته هم پۀ افغانستان کښې بند اچول وو نو دغه شان د دوېم پېرنګي افغائي جګړې شروع وشوه. 7 نومبر 1878.

    او دغه جګړه د شير علي خان فوځونو يا به داسې ووايو چې د يعقوب خان فوځونو ماتې وخوړو او يعقوب خان پۀ 26 مۍ 1879 دکندمک لوظنامه دستخط کړه او د دغې لوظنامې د مخه يعقوب خان بيشين، سبي، خېبر او کرم نه لاس ووينځلو او د برطانيې يو غړے (نمائنده) ته پۀ کابل کښې د برطانيې حکومت د استاذي پۀ حېثيت د اوسېدو اجازت هم ورکړے شو.

    د کابل د امير پۀ حېثيت جنرل رابرټس داسې کارونه وکړل چې هغې افغان اولس باندې ډېر بداثر وکړو. د مثال په توګه به دلته ئې وړاندې کړم. د افغانستان د فوځي طاقت يوه نخښه قلعه بالا حصار ئې وران کړو او پۀ هغي کښې چې کوم لرګي استعمال شوي وو. هغه ئې د اور بلولو د پاره هم استعمالوله او د څۀ لرګونه ئې خپلو فوځيانو نه باکونه جوړکړل. همدغه شان چې کومه چاوڼۍ افغانيانو پۀ 1842 کښې ورانه کړې وه هغه ئې دوباره جوړه کړه. او ورسره ورسره ئې ډېر سپېن روبي د دروغو پۀ ګواهۍ باندې پانسي کړل او وجه ئې ورله دا وښودله چې دوي د برطانوي مشن پۀ تباه کولو کښې لاس لرلو. نو دغې انتقامي کارونو پۀ افغان اولس باندې ډېر اثر وکړو.

    ملا مشک عالم نومې يو ملا ؤ چې ځاے پۀ ځاے ئې تقريرونه وکړل، جوماتونوته لاړو او افغانيانو ته ئې غېرت ورواچولو چې پاسئ او د خپلۍ خاورې نه پېرنګے وزغلوئ. نو ملا مشک عالم ډېر محنت وکړو او خلق ئې راغونډ کړل خو دغه وخت پۀ فروري 1880کښې برطانوي حکومت د دوست محمد نمسي عبدالرحمن سره پۀ څۀ طريقه مذاکرات شروع کړل او پۀ جون 1880 کښې ئې امير ومنلو.

    دغه دوران کښې وزيراعظم ډزرائيلي پۀ ځاے کليډسټون راغلواو هغه د افغانستان نه پېرنګي فوځ د واپس بوتلو خبره څرګنده کړه او هم پۀ جولائي 1880 کښې جنرل رابرټس حکم وکړو چې واپس تلو د پاره دې تيارے وکړي. عين هم پۀ دغه وخت ايوب خان چې د يعقوب خان ورور وه. د هلمند سيند سره نزدې پۀ ميونه کلي کښې پۀ پېرنګيانو فوځيانو حمله وکړه او اخر پۀ 27 جولائي 1880 ئې پېرنګي ته ماتې ورکړه.

    د عبدالرحمن د باچا کېدو سره برطانيې مشرانو چې مخکښې کومه خبره کړې وه، يعني چې ”مخکښې لاړشو کۀ نه وروستو لاړشو“ مطلب دا چې پۀ فارورډ پاليسۍ لاس پوري کړو کۀ نه بيک ورډ. اولارډلټن خو دا خبره وکړه چې”آيا دا ضروري ده چې هندوستان د خپل قطب طرف ته پوله باندې حد جوړ کرے؟ نو کۀ ددې خبرې جواب دا ؤ نوکوم ځاے کښې پوله يا حد پکار دے “.نو د دې پوله جوړولو يو مقصد ؤ او هغه دا خپل ځان پۀ هندوستان کښې محفوظ کړي. د دې خبرې متعلق د برطانيې پۀ پارليمان کښې دوه ټولي جوړ شول او دغه وخت ګورنر جنرل هم بدل شو او هم هغه زوړ بحت ئې را ونيولو او دا خبره ئې پۀ ډاګه کړه چې حد بندي دې پۀ داسې طريقه وشي چې زمونږ د د فاتح ضرورت پوره کړي. نو امير عبدالرحمن خان ته ليک را ولېږل شو چې د سرحدونو بېلول پکار دي خودا خبره دې هم ياده وي چې امير عبدالرحمن دوه ځله خپله هم پۀ اکتوبر 1888 کښې د پېرنګي د حکومت نه دا غوښتنه کړي وه دافغانستان سويلي او نمر ختيز اړخ ته دې د سرحد حد بندي وشي خو مشن رانغلو خو پۀ 1893 کښې يو ځل بيا عبدالرحمن خان درخواست وکړو او مشن راغلو چې د هغې مشر سرمورټي مرډ بورنډ ؤ. او عبدالرحمن خان پۀ خپله ياداشت کښې ليکي چې دا هغه څۀ ما د خپل ملک د حفاظت د پاره وکړل چې يو ځل حد بندي وشي نو پته نه لګي چې زمونږ افغانستان پۀ څومره علاقه پروت او بيا به د هغې مناسب د حفاظت د پاره خپله پاليسي هم جوړه کرے شي. او دغه شان پۀ هغې مناسب د حفاظت د پاره خپله پاليسي جوړه کرے شي . او دغه شان پۀ 12 نومبر 1983 يو لوظنامه لاس ليک شوه چې نوم ئې ؤ ډيورنډلائن ايګريمنټ د دغه لوظنامې د لاندې د افغانستان او د برطانوي هندوستان حکومتونو ته که خپلوحدونو پته ولګېده او يو اړخ ته کۀ وګورو افغانستان حکومت ګټه وکړه چې د سوات، باجوړ او چترال علاقې چې د تېرې لوظنامې پۀ مطابق برطانوي هندوستان نه ورکړې شوې هغه د دې اوسنۍ لوظنامې مطابق واپس افغانستان ته حواله شوې. خو بل اړخ ته د وزير اؤ داوړ علاقو خبره د افغانستان پۀ حق کښې دا وشوه چې افغانستان حکومت باندې به هېڅ قسمه څۀ قدغن نه وي کۀ هغه د جنګي سامان اخستلو يا خرڅولو د پاره کوم يو بل سره لين دين کول غواړي نودې اجازت کۀ وکتلے شي نو دا قدم هم د افغانستان د ترقۍ او استقلال پۀ لور يو ښۀ ګام ؤ. او څنګه چې امير عبدالرحمن ته د باچا کېدو پۀ وخت خالي خزانه حواله شوه يا د خپلو الفاظو مطابق ”چې صرف د خزانې نوم موجود ؤ اؤ خزانه نۀ وه“ نو هغه پېسې کومې چې به دافغانستان حکومت نه د دوستۍ پۀ نوم د ملک چلولو د پاره وروستنۍ لوظنامې مطابق ملاوېدلې هغه د شپږو لکهو روپو نه دولس لکهو روپو ته زياتې شوې.

    اوس خبره داده چې يواځې افغانستان ته دې لوظنامې نقصان يا فائده نه دي کتل پکار. ددې نه دواړو ملکونو ته څۀ ځاے کښې تاوان او څۀ ځاے کښې فائده ورسېدله يو مثال به ئې دا ورکړم چې ددې لوظنامې نه وروستو ډېر وخت پورې جنګ ونه شو او امن قائم شو. لکه څنکه چې امير عبدالرحمن پۀ خپل ياداشت کوم چې د فارسۍ ژبې نه انګرېزۍ ته ژباړلے شوے دے. هغي کښې ليکي.

    “The misunderstanding and disputes which were arising about these frontier matters were put to an end. And after the boundary lines had been marked out according to the above-mentioned agreements by the commissioners of the Governments a general peace and harmony reigned between the two Governments which I pray God may continue forever.”

    خو ولې پېرنګي دا لوظنامه يقيناً چې لاس ليک کړه او امير عبدالرحمن خان ئې هم پۀ شا وټپولو او د دوستۍ لاس ئې هم ورکړو خو بيا هم پۀ قلار نه کښيناستو او د سرحد (ډيورنډلائن) نه چې د پخوا قبائلو باندې ئې پۀ قسما قسم فېصلې مسلط کړې او ځاے پۀ ځاے ئې د چوکو يو جال خورول شروع کړل. نو امير عبدالرحمن هم د وخت انتظار کولو او د 10 جون 8961 د مائبرز د پېښې نه وروستو چې کومې طريقي سره قبائيل د پېرنګي خلاف را اوچت شول نو امير ورته شاپۀ شا خپل باور ورکړو او دغه شان تقريباً ټولو قبائيلو پۀ 1897 کښې پۀ پيرنګي سر وګرځولو چې پۀ تاريخ کښې دغه مشترکه پېښو ته فرنټيرايرائزنګ نوم ورکړے شو.

    امير عبدالرحمن خان د فات کېدو پۀ وخت خپل وزير ته يو داسې افغانستان پرېښود چې پۀ ترقۍ روان شوے ؤ. خولږه نوره ښکلا وربخښل ضروري وو. نو پۀ 1901 کښې چې کله حبيب الله خان دافغانستان واګې پۀ لاس کښې واخستلې نو هم دخپل پلار پۀ شان ئې افغانستان د ترقۍ پۀ لور بوتلو کښې هېڅ کمے پريې نۀ ښودو او د يورپ تقليد ئې شروع کړو نو دغه شان پۀ ملک کښې دننه ئې د نورو ملکون انويسټمنټ هم وکړو. ټيکنالوجي ئې هم راوړه او پۀ مختلفو شعبو کښې ئې اصلاحات شروع کړل . سکولونه او مدرسې هم پرانستلې شوې چې هغې سره اولس کښې يو نوے احساس را اوچت شو او د افغانستان هر کس د خپل قابليت مطابق حصه واچوله خو دلته يوه بله خبره وشوه هغه دا چې پۀ 1907 کښې روس او برطانيې خپلو کښې کښيناستل اؤ اينګلورشين کنونشن (Anglo-Russian Convention) ئې راوغوښتلو او دواړه يو بل سره د خپل سود زيان خبرې وکړې چې د هغې پۀ نتيجه کښې روس دا خبره ومنله چې پۀ افغانستان کښې روس څۀ غرض نه لري او د برطانيې غرض ئې پۀ کښې ومنلو. نو دغه شان ”ګريټ ګيم“ پاې نه ورسيدو کوم چې تقريباً سل کاله وچليدو. خو د امير حبيب الله خان پۀ دور کښې وړومبے عالمي جنګ هم ونښتو او نزدې وه چې پېرنګے پکښې افغانستان ميدان ته راکوز کړے وے خو امير حبيب الله خان د افغانستان ئې بالکل نيوټرل (Neutral) وساتلو او راتلونکي وخت ثابته کړله چې دغه فېصله سمه وه. کۀ امير حبيب الله خان پۀ جنګ کښې شامل شوے وے نو د جنګ ختميدو سره سم به امير امان الله خان د دې جوګه شوے نۀ ؤ چې د پېرنګي خلاف وجنګېږي او ماتې ورکېدو سره د افغانستان د استقلال اعلان وکړي. دا هر څۀ د تېرو فېصلو نتيجه وه چې امير امان الله خان ډېر پۀ زړورتيا سره پۀ درېم پېرنګي افغاني جنګ کيښي ماتې ورکړه او لوظنامه ئې ورسره لاس ليک کړه

    د امير امان الله خان پۀ حواله خبره کولونه مخکښې يوه بله خبره هم ضروري ده هغه دا چې د عالمي جګړې پۀ اخري وخت کښې امير حبيب الله خان هم دا غوښتل چې افغانستان دې ځان له يو آزاد ملک پۀ حېثيت ومنلے شي خو د بد قسمتۍ نه د ښکار د يو مهم پۀ وخت هغه پۀ خپله ښکار شو او د دۀ دغه ارمان بيا د دۀ زوي امير امان الله خان پوره کړو.

    د امير الله خان پۀ کاميابۍ اؤ دا پېرنګي سره د دريم پېرنګي افغاني جګړې(Third Anglo-Afghan War) باندې خبرو کولو نه مخکښې يو بل ځانګرے حيثيت لرونکي باندې لږ بحث هم ضرورت ګڼم. او هغه دے محمود طرزے يا محمود بيګ طري (بيګ پۀ ترکۍ ژبه کښې خان ته وائي او دا ځکه به هغه ليکل چې هغه پۀ خپله خپل پلار سره پۀ شام کښې جلاوطني تېره کړي وه او شام دغه وخت کښې د سلطنت عثمانيه سره ؤ) محمود طرزي د حبيب الله خان پۀ دور حکومت کښې هم حبيب الله خان پۀ اجازه باندې د هغۀ وخت د اصلاحانو پۀ پروګرام کښې خپله حصه برابر اچولې ده اؤ څنګه چې زکر وشو هغه (Young Turks’ Movement) نه هم اثر اخستے ؤ نو د حبيب الله خان پۀ اصلاحاتو کښې د ترقۍ حاصلولو د پاره ئې د دغه ينګ ټرکس موومنټ پۀ شان دلته پۀ افغانستان کښې هم کارونه شروع کړي وؤ لکه د مثال پۀ توګه 1911 کښې هغه ”سراج الاخبار“ اخبار خپرول شروع کړو او مياشت کښې به دوه ځله خپرولے شو.

    او دغه شاه پۀ افغانستان کښې ژورناليزم پېل کړے شو. او دې سره Young Afghans هم جوړ کړو. دغه سراج الاخبار د اکتوبر 1911 نه تر جنوري 1919 يورې ښۀ برابر کار وکړو او پۀ افغان ځوانانو کښې ئې د افغان ناشيونالزم يو سوچ او جذبه بېداره کړه او هم دغې جذبې سره افغان کهول پۀ مخکښې لاړو. او افغانستان کښې ماډرنزم او افغان ناشبونالزم داسې وده وکړه چې پۀ درېم پيرنګي افغاني جګړه کښې او افغانيانو د پېرنګي غرور پۀ خاوره کښې ګډ کړو او ملا ئې ورله ولګوله دغه شاه Young Afghansپۀ نوم ئې يو ټولے هم جوړ کړو او د هغۀ جذبه ئې مضبوط کړه. د امان الله خان او عنايت الله استاد (Tutor) هم شو او هغوي ته ئې هم د پېرنګي مپيريالزم زلمو اؤ افغاني ناشيونالزم راپا رولو درس ورکړو . د ماشومانو د پاره ئې د سراج الطفاطل خپرول شروع کړل چې ماشومانو دپاره ئې مخکښې ډېر ښۀ ليکونه وکړل او هم دغه ماشومان چې ځوانان شول نور افغانستان د پاره ئې د خپل قابليت مطابق کارونه وکړي. د پښتو او درې ژبو د نثر ليکنو پۀ سټائل ، د هغو پۀ ايډيټنګ ، د ژباړې او د ماړدن پرينټنګ کولو دپاره ئې يو پاليسي جوړه کړه او د يورپي ليکوالو کتابونه ئې دري ژبې کښې وژباړل. د امان الله خان اؤ د هغۀ پۀ شان نور ناشيونالزلسټان او د وطن مينه لرونکي ځوانان ئې (Train) کړل او وخت بيا ثابته کړه دغه ټرېننګ او Guidelineپکار راغلل. هم د دۀ پۀ مشوره باندې حبيبيه سکول جوړ کړے شو. د دې نه علاوه د زنانو د پاره او دهغوي د حقونو د پاره ئې هم کار وکړه. د هغوي د پاره ئې سکول جوړ کړو او د ارشد نسواڼ پۀ نوم ئې يو رساله خپرول شروع کړل چې د محمود طرزي لورستايانو او د دۀ خورزې به چلوله. هم د دغې شايانو نوم ثريا ؤ چې بيا د امان الله خان نه وادۀ شوه.

    يا ده به وي چې محمود طرزي د امان الله خان د باچا کېدو سره د افغانستان د خارجه وزارت مشرشو او پۀ لندن، پيرس او نورو ملکونو کښې ئې د افغانستان (ايمبيسيز) پرانستو.

    د دغه نه پس راځئ چې د امان الله خان پۀ هغه پاليسۍ خبره وکړو چې د افغانستان پۀ استقلال کښې يو لوړ مقام لري نو خبره دا ده چې د حبيب الله خان د اصلاحاتو شروع کولو قدم، محمود طرزي د ينګ افغانز جوړول او د امان الله خان پۀ ينګ افغانز کښې تربيت ، دا دري واړه د افغانستان د استقلال دلارې ملګري وو. دا ملګري څنګه وو؟ددې جواب دا دے چې امير حبيب الله خان بې شکه چې افغانستان پۀ نوي ډول (Modernism) باندې روان کړو. خو ولې هغه د پېرنګي پۀ ضد څۀ د غلطۍ کوشش هم نۀ کولو ځکه چې هغه خپل ځان يو غېر جانبدار ساتل غوښتل پۀ خصوصي توګه پۀ وړومبي نړيواله جګړه کښې چې افغان اولس نظرياتي توګه باندې د پېرنګي خلاف وو او غوښتل ئې چې د افغانستان فوځ دې هم پۀ دغه جګړه کښې د پېرنګي پۀ ضد وجنګېږي او افغان اولس دغه جنګ کښې حصه اخستل ځکه غوښتل چې د جنګ به وروستو کلونو کښې ټولې نړۍ ته پته ده چې د پېرنګي پکښې ډېر تاوان شوے ؤ. هم ئې فوځيان پۀ لکهونو کښې ووژل شول او هم ورته مالۍ نقصان وشو نو افغان اولس هم دغه غو ښتله چې هم دغه وخت دے چې دلته پۀ هندوستان کښې پۀ پېرنګي حمله وشي او نورئې هم کنډم کړي نو لکه دغه د افغان اولس او پۀ خصوصي توګه پۀ افغان اولس کښې دننه د ينګ افغانز سوچ او بيا ورسره هغه يورپي کتابونه اخستل شوي انقلابي سوچ چې يو ځاے شول نو حبيب الله خان ته وخت پۀ وخت مشوره هم ورکړے شوه او غوښتنه ترې هم وشوه خو هغه غلے ؤ نو د دغې حالاتو پۀ افغان اولس کښې د پېرنګي ضد سوچ نور هم مضبوط کړو او دوي را اوچت شول او چې کله امان الله خان باچا شو نو هغه خو هم پۀ دغه ينګ افغانز کښې ټرين شوے ؤ او د حالاتو اندازه ئې ډېره پۀ ښۀ اومثبت ډول سره ولګوله او د افغان اولس پۀ نبض ئې لاس هم کېښودلو نو فېصله ئې د افغانستان اولس پۀ حق کښې وکړه او پۀ پېرنګي ئې حمله وکړه. اؤ د ډېرې سختې جګړې نه وروستو ئې پيرنګے پۀ کونډو لګولو مجبور کړو اؤپۀ ۸ اګست۱۹۱۹ د افغانستان اؤ د برطانيې پۀ مېنځ کښې پۀ دولتي توګه لوظنامه لاس ليک کړے شوه چې د “راولپنيډۍ تړون” يا

    (Treaty of Rawalpindi) پۀ نوم يادېږي. د دې تر مخه افغانستان يو آزاد ملک ومنلے شو اؤ د خېبر درې پورې علاقه ئې د افغانستان حصه وګڼله دغې ورځ نه وروستو افغانستان ته د پېرنګي سرکار له طرف نه وظيفه هم بنده شوه کومه چې۱۲۰۰۰۰ روپۍ وه دا وظيفه ختمېدل يا نۀ اخستل د دې خبرې واضحه ثبوت ؤ چې دغه مکمله يعني افغانستان د دغه ورځ نه وروستو د پېرنګې سرکار د پنجو نه خپل ځان ازاد کړو خو وخت ثابته کړه چې دغه ازادي اخستل څۀ آسان کار نۀ ؤ دا د ډېرو سرتېزو اؤ سرتېزو د سرونو د قربانولو نه وروستو تر لاسه شوې ده لکه څنګه چې يو شاعر وائي

    ازادي لکه د مستې پېغلې غاړه

    اخستل ئې د خپل سر پۀ بدله دي

    اوس لږ شان پۀ دې خبره فکر کول پکار دي چې مونږ کله د احمد شاه بابا يا د امير امان الله خان د دغه مخکښې بيان شوې ګټورو معرکو او يا د هغوي د پښتنو د رايو ځاے کولو نه څۀ سبق اخستے دے کۀ نۀ اؤ يا د سبق اخستو کوشش مو هم کړے دے کۀ نۀ. دغه خبرې لاندې کرښو کښې بيان شوي دي

    دې نه علاوه يو نر ځوان ګران آياز مندوخېل صاحب ؤ اؤ زنده باد دې وي پۀ دغه ښاغلي چې د پوهه فاونډيشن د پروګرام پۀ مناسبت ئې پۀ پېښور پرېس کلب کښې پۀ 23 اکتوبر2019 ئې د احمدشاه بابا 247تلين ونماځلو د غلته چې کومو سياسي مشرانو د احمد شاه بابا پۀ ژوند او کارنامو رڼا واچوله هغوي نه هم دا پوښتنه پکار ده چې دوي پۀ خپله د احمد شاه بابا د نوم ژوندے ساتلو د پاره کومې هڅې کړي دي؟ يا د ا مير امان الله خان پۀ ژوند اؤ کارنامو باندې ئې کوم يو سيمينار کړے دے؟ يقيناً چې نه دے کړے. نو دوي له هم پکار دي چې پۀ دي خبره دې غور وکړي او دا خبره ځکه کوم چې کوموسيکهانو پۀ ۱۸۴۹کښې پۀ پېښور باندې قبضه کړې وه اؤ پۀ زور ئې پۀ پېښورحکومت کولوهم دهغوي د مشر رنجيت سنګهـ انځور د پښتونخوا د صدر مقام پۀ قلعه بالاحصارکښې ولګېدو. دا هغه قلعه ده کومه چې پۀ کابل حکومت ديخنۍ موسم کښې خپله صدارتي ماڼۍ ګڼله داخبره دې هم ياده وي چې ماؤنټسټورټايلفنسټن پۀ۱۸۰۷کښې افغانستان ته دراتلوپۀ وخت شاه شجاع ته د خپل ټاکنې يا نامزدګۍ کاغزونه هم دلته پۀ قلعه بالاحصار کښې ورکړي وو نو د افسوس مقام دے چې کوم مشر د افغانستان پوله د دهلي پورې رسولې وه او د اسلام نوم ئې اوچت کړے ؤ د هغه پۀ نوم پسې بس صرف يوه جمله د سکول پۀ کتاب کښې ليکلې شوې ده چي”احمدشاه نےهندوستان کولوټا “نوپۀ اسلام کښې خولوټل نشته او بله داچي هغه وخت خو احمد شاه بابا څوک لو ټلي نه وو هغه خو د خپل ملک افغانستان د خورولو د پاره او د اسلام نوم هندوستان ته رسولو د پاره هر څۀ کړي وو کۀ د هغه مقصد صرف لوټ مار ؤ نو بيا به هلته بريالے کېدو نه وروستو خپل نائب نۀ پرېښودلواو هم دغه شان به لوټ مار د سامان سره واپس راغلے ؤ. خو نه هغه دغه شان ونۀ کړل. بله دا چې شاه ولي الله ورنه خط ليکلے ؤ چې راشه او مرهټيانو خلاف زمونږ مټې مظبوطي کړه او مسلمانان د دوي نه خلاص کړه نو کۀ څوک د دي حقيقتونو نه خبر نه وي نو خبر دي شي چې احمد شاه دراني هغه د پښتون بچے ؤ چې د هند ټولو مسلمانانوته ئې ښه ورځ اوښودله اميد لرم چې د احمد شاه بابا انځور به دپېښور ښار د قلعه بالا حصار پۀ دروازه ځوړوندلو د پاره پښتانۀ مشران خپلي هلې ځلې و کړي ۔

    د موجوده پاکستان، بنګله دېش ,انډيا (دکن سټيټ, / مهاراشټرا)او افغانستان خلق اوس هم د احمد شاه بابا قرضداردي اوهغه داسې کۀ هغۀ اود هغۀ فوځ مرهټيانو له ګوډې پۀ زمکه نۀ وے لګولې نوکېدے شي چي نن مونږ ټولو د مقبوضه کشمير او فلسطين د مظلومانو پۀ شان د کورونو د ننه خپل ژوند کولے او د خداے پۀ اسره ناست وے چې کله به قرارداد پاس کېږي چې د قسمت فېصله ئې وشي

    يا د زرو زور پکار دے يا د لېچو

    چا ملکونه پۀ ميراث موندلي نۀ دي

    خپله خبره پۀ دې ځاے ختموم چې د افغانستان پۀ تاريخ کښې دوه نومونه د سروزرو پۀ اوبو د ليکلو وړ دي او هغه دي احمد شاه دراني او امان الله خان دراني کۀ احمد شاه بابا مرهټيانوته لۀ ګونډې پۀ زمکه نه وې لګولې اؤ کۀ امان الله خان د پېرنګي غرور پۀ خاورو کښې نۀ وے خاورې کړې نو نن به د دې وړې اوچې نقشه څۀ پۀ بل ډول وه. خو له بده مرغه د دې دواړو مشرانو نه وروستو داسې خلق د دوي پۀ چوکو کښيناستل چې نۀ ئې د احمد شاه بابا جوړ کړے افغانستان محفوظ وساتلو اؤ نۀ ئې د امير امان الله خان د آزاد کړے شوے افغانستان قائم وساتلو اؤ بيا قسمت داسې وځپلو چې نن هم پۀ خپل کور کښې دننه د افغانستان خپل خلق د امن پۀ طمع ناست دي.

    دا خاؤره د وطن د شهيدانو امانت دے

    ساتلے دا وطن مو د سرونو پۀ قيمت دے

    دا خاؤره د سرتېرو افغانانو ملکيت دے

    بنياد د پښتنو د عظمتونو عمارت دے

    ېادګېرنه: دا مضمون ډېرپۀ درنښت سره د احمد شاه بابا، د امير امان الله خان او د افغانستان د هغۀ مشرانو ر وحونو ته ډالۍ چا چې د افغانستان د خاورې غرور لوړ ساتلو د پاره خپل ځانونه ستړي کړي وو او يا ئې د سرونو قربانۍ ورکړې دي.

  • پۀ وینو لړلې د خدائي خدمتګارو سرې جامې (افسانه) – نور بادشاه يوسفزے

    پۀ وینو لړلې د خدائي خدمتګارو سرې جامې (افسانه) – نور بادشاه يوسفزے

    سبا سهار پۀ بابړه کښې د خدائي خدمتګارو جلسه ده. امین خان بابا خپلې کور ودانې ته غږکړو!

    وا سپین سرې، هغه سرې جامې مې د صندوق نه راؤباسه چې سبا ئې جلسې ته واچؤم .

    سپین سرې ئې د ورخاړي بوټي ته اوبۀ واچولې او لږ شان پۀ قار کښې ئې جواب ورکړو: وه سړیه هغه سرې جامې خو دې پۀ مینځلو او ګټو ټکولو سورۍ او ورستې شوې دي، ځاے پۀ ځاے پۀ کښې د نورو جامو ټکړې لګېدلي، هغه جامې نورې مۀ اچوه، دغه سپینه جوړه واچوه .

    امین خان بابا پۀ لاس کښې نیولې امسا ته زور شان ورکړو او پۀ قار سره ئې جواب ورکړو: جومات ته هم کله څوک د ټوپۍ او تسبو بغېر تللي چې زۀ د ” سرو جامو ” پرته د خدائي خدمت ګارو جلسې ته لاړ شم؟ زړۀ مې ډېر مۀ خوره خو چې جامې دې راته سهار تیارې ایښودې وي.

    د امین خان بابا ( ټبر ) چې هغۀ به ورته د ډېرې مینې سپین سرې وئیله، پۀ قار کښې ورته ووئیل چې ښه ښه راؤباسلې به مې وي خواوس مې د کور کارونو کولو ته پرېږده……. د اویا کالو شوې خو دا ستا جلسې او خدائي خدمت ګاري ختمه نۀ شوه، اخر لۀ دې مونږ ته ګټه څۀ ده.

    امین خان بابا چې د مازیګر د لمانځۀ لپاره پۀ دواړوځنګونانو لاسونه کېښودل او ډېر پۀ ګرانه سره پورته شو، یوځل بیائې خپلې ”سپین سرې ته مخ راواړولو او داسې پۀ قار ئې خولۀ راخلاصه کړه او ګویا شو. ګوره سپین سرې! پۀ دنیا کښې خلق هر کار د ګټې لپاره نۀ کوي! کله کله انسان د نورو فکر هم کوي، کله کله انسان د قام فکر هم کوي! خدائي خدمت ګاري یواځې د یو تحریک نوم نۀ دے بلکې خدائي خدمت ګاري یو خپل مطلب او معنې لري، یعنې د خداے د انسانانو د خداے لپاره خدمت کول، کله چې انسان د خداے د انسانانوخدمت کوي دا داسې ده لکه چې خداے له خدمت کوي، پۀ دې تحریک کښې یواځې زۀ نۀ یم، پۀ زرګونو نور خلق هم پکښې دي.

    امین خان بابا یو دوه قدمه واخستل او د کوټې پۀ درشل ودریدۀ، خو سپین سرې ته ئې لا هم زړۀ سپک کړے نۀ ؤ او یوځل بیاګویا شو، چې داد تېروڅلوېښتو او پنځوس کلونونه دې خیال نۀ دے چې دا د انګرېزانوبچي څنګه زمونږ پۀ خاوره راج کوي، پاک صفا سکولونو او دفترونو ته روان وي، زمونږ پۀ خپله خاوره کښې ئې زمونږ نه غلامان جوړ کړي، زمونږ د خاورې وسائیل لوټ کوي او تر لندن پورې ئې غلا کوي.

    امین خان بابا یوځل بیا سپین سرې ته وکتل او بیا لګیا شو چې زمونږ خدائي خدمتګاران پۀ دې پښتنه خاوره د تعلیم داسې ډېوې بلول غواړي چې رڼا ئې پۀ ټول جهان خوره شي، مونږ هم هره پېغله او ځوان تعلیم یافته لیدل غواړو، مونږ پۀ خپلو پښتنو کښې سیاسي شعور او د خپلې خاورې سره د مینې جذبه پېدا کول غواړو. د خدائي خدمت ګارانو دا مشن دے چې پۀ دښمنو، تربګنو، تربورولو او د جهالت پۀ تیارو کښې نښتي پښتانۀ راویښ کړي…

    مخکښې لۀ دې چې امین خان بابا خپلې خبرې ته دوام ورکړي، سپین سرې ابۍ ئې خبره کټ کړه اوغږ ئې پرې وکړو چې، وا سړیه: لمر پرېوځي! د مازیګر د لمانځۀ وخت درنه روان دے، زر جومات ته ځان رسوه، ملا صېب ستا نوکر نۀ دے چې ستا د راتلو پورې به درته پۀ انتظار ولاړ وي .

    پۀ امین خان بابا د سپین سرې دا خبره سمه ؤنۀ لګېده خو لمونځ خو لمونځ دے… کول خو به غواړي، او د جومات پۀ طرف روان شو.

    سپین سرې ابۍ انغري ته ناسته او اور ته پوکے ورکوي خو خبر نۀ ده چې سبا به ئې پۀ کور قیامت راځي، خبر نۀ ده چې سبا ئې د امین خان سره د پنځوس کلونو د ملګرتیا مزے شلېږي، خبر نۀ ده چې هم دغه انغرے به ئې د سبا نه، نۀ بلېږي او نۀ به پوکو ورکولو ته اړتیا پاتې وي.

    سهار چې کله د جومات نه امین خان کور ته واپس راغے نو پۀ درشل د قدم کېښودو سره سم ئې د ”سرو جامو” پوښتنه وکړه! سرې جامې ئې ورستې شوې وې، ځاے پۀ ځاے سورۍ او د نورو جامو ټکړې پۀ کښې لګېدلې وې، خو بابا ته پۀ کښې ځان داسې د فخر او غرور نه ډک ښکاريدۀ لکه یو فوځی چې خپله وردي واچوي .

    داسې پۀ کږه ئې ”سپین سرې” ته راوکتل او پۀ غرور ئې ووئیل، څنګه سپین سرې لا خو ځوان یم کنه! داسې راته ځان ځوان ښکاري لکه شل کاله مخکښې چې د باچا خان سره نیول شوے او جېل ته تلے وم، داسې راته ځان ښکاري چې د باچاخان سره به ایسټ بنګال نه تر د وزیرستان پۀ صحراګانو میاشت میاشت پېدل ګرځېدلم او د پښتنو د سیاسي شعور لپاره مو تبلیغونه کول!

    سپین سرې ورته د چاے پیالۍ ورمخکښې کړه او ډېر پۀ ناز ئې ووئیل چې بس کړه! بس کړه! د اویا کالو شوې خو دا د خدائي خدمت ګارۍ جوش جذبه دې سړه نۀ شوه!

    امین خان چې کله ترې پیالۍ واخسته، او پۀ کمزورو او رپېدلو لاسونه ئې د اول ګوټ لپاره خولې ته نزدې کوله نو پۀ کوڅه کښې د یو ماشوم غږ شو او ګویا شو چې ” بابا مې وائي چې زر تر زره ځان د کلي بره سر ته راورسوه چې جلسې ته وختي لاړ شو، باچا خان د وخت پۀ پابندۍ نۀ کولو خفه کېږي!

    د وارخطائۍ نه امین خان د چاے نه دوه ګوټه وکړل او کوشش ئې وکړو چې د ځوانۍ پۀ شان د کټه پورته شي خو پورته نۀ شو!!! لاسونه ئې پۀ ځنګونانو کېښودل او د وړې خداے پۀ امانۍ وروسته د خپل کوره رابهر شو او د کلي بره سر پله روان شو.

    د کلي پۀ بره سر کښې سپین ږېري مشران، ځوانان او ماشومان راټول شوي ولاړ دي او ټولو پۀ شریکه د ” بابړې ” پۀ طرف حرکت وکړو!!!

    نن بابړې ته پۀ زرګونو خلق راټول شوي، یو سور سمندر دے! دا خلق د باچاخان د خلاصولو غوښتنه کوي. باچا خان د برطانوي استعمار پۀ وخت کښې هم ټول عمر د تورو تمبو شاته تېر کړے او د پاکستان د جوړېدو سره سم هم پۀ جېل کښې پۀ زولنو کښې ساتل کېدۀ، نو اخر د ظلم دا ناروا سلوک به تر کومه برداشت کیدۀ؟

    خدائي خدمت ګاران پۀ بابړه کښې د پرامن احتجاج لپاره راټول شوي، دوي خبر نۀ دي اوس به کوم ظلم ورسره کېږي. هم دغه وخت ؤ چې د خدائی خدمتګارانو نه د یو کشمیري چارواکي عبدالقیوم خان پۀ حکم دفوځ یو جنوني لښکر چاپېره شو، د هر فوځي پۀ سینه سبز هلالي بېرغ لګېدلے، د فوځ د لښکر د وړومبۍ ډلې سره ”سبز هلالي بېرغ” پۀ لاس کښې دے او پۀ ‘خدائي خدمت ګارانو’ د ډزو کولو حکم ته انتظار کوي!

    هم دا شېبه ده چې فوځ ته د ګولو چلولو حکم وشي، دوړې شي، لوګي شي، شور شي، چغې شي، دردونه شي، اسوېلي شي…….. ګولۍ داسې ورېږي لکه جوار چې ورتېږي، داسې غوغا او قیامت دے چې لکه روس، برطانیې، فرانس او امریکه چې د جرمني پۀ ښارونوګولۍ او بمونه ورول!

    د ” خدائی خدمت ګارانو ” جرم ډېر سخت او د نۀ معاف کولو ؤ هغه داسې چې هم دې تحریک د انګرېزانو سره داسې کار کړے ؤ لکه غوږ ته چې کوم ماشے ننوځي، د خپلې عدم تشدد پۀ فلسفه دې تحریک انګرېزان ډېر پرېشانه کړي وو! دې تحریک پۀ پښتنو کښې د تعلیم او پوهه خپرولو خبره کوله چې هغه انګرېزانو ته د منلو نۀ وه، ځکه انګرېزان پوهېدل چې کۀ پښتون تعلیم یافته او پوهه شي نو دا مو هم د غازي امان الله خان پۀ شان د خپلې خاورې شړي.

    ”خدائی خدمت ګارانو” ته د انګرېز نه د پاتې شوي اولاد زړونه ښۀ سم ډک وو، او هم دا وه چې اووۀ يا اووۀ نيم سوه خدائي خدمت ګاران پۀ دغه ډزو کښې ووژل شو، پۀ سيند لاهو کړے شو، پۀ جېلونو کښې پۀ ټارچر ووژل شو، د خدائي خدمت ګارانو نه د ډزو د ګولو پېسې هم واخستلې شوې.

    اوس لس کلونه تېر شول، او سپین سرې ابۍ د خپل امین خان د مړي لټولو لپاره د بابړې پۀ مقام کښې دلګیره ناسته وي، کله وائي چې مړے به سيند وړے وي، کله سوچ کوي چې امین خان به د لاهور پۀ جېلونو کښې پۀ وهلو مړ کړے شوے وي……… هم پۀ دې سوچونو او فکرونو کښې ډوبه ناسته وي او مخامخ د پاکستان ”سبز هلالي بېرغ” ته پۀ بې وسۍ سره ګوري…..!

     

  • کوزه کښې سمندر (خاکه) – ګل محمد بېتاب

    کوزه کښې سمندر (خاکه) – ګل محمد بېتاب

    ما چې هغه پۀ وړومبي ځل يوه مشاعره کښې وليدلو نو پۀ خپلو سترګو مې يقين نۀ راتلو چې دا به ګينې هغه سړے وي. ولې چې زما پۀ ذهن کښې د هغۀ د شاعرۍ لوستو، اورېدو او د هغۀ د صداکارۍ کوم خيالي تصوير جوړ ؤ نو هغه د دې نه ډېر بدل ؤ. د هغۀ د شعرونو د لوستلو او پۀ رېډيو ډېرو مشاعرو کښې د اورېدلو پۀ وجه زما خيال ؤ چې دے به يو لوے قوي وجود والا سړے وي خو دلته چې ما څۀ ليدل نو بېخي د دې اپوټه ؤ، ولې چې يو عام سپين ږېرے سړے ؤ چې امساء ورسره وه او سپک دسته وجود ئې ؤ. د پښتنو روايتي قوله لونګۍ ئې پۀ سر وه، نرے غوندې څادر ئې هم پۀ اوږه پروت ؤ، رنګ ئې سور سپين ؤ. منم چې ښکلے سړے ؤ خو زما د تصور نه بېخي بل شان ؤ. د مشاعرې د صدارت پۀ کرسۍ ناست ؤ چې دې کښې د مازيګر اذان وشو نو شېبه پس بغېر د څۀ اطلاع او اعلان نه را پورته شو څادر ئې پۀ سټېج خورکړو او پۀ مانځه ودرېدو. پۀ دې لږ حېران شوم خو ورسره خوشحاله شوم چې يواځې پۀ شاعرۍ کښې نۀ عملاً هم پوخ مسلمان دے. بله فائده دا وشوه چې پۀ ولاړه مې د دۀ قد وليدلو چې بس عاميانه ؤ. بدن ئې هم برابر ؤ. البته دۀ چې نيت وتړلو نو چا پۀ زوره اواز وکړو بابا قبلې ته مخامخ شه، لږ ښي طرف ته مخ تاؤ کړه، دا خو تۀ جنوب طرفته ولاړ ئې. دا اواز دومره تېز نۀ ؤ خو د سټېج د پاسه او د جاري مشاعرې دوران کښې ئې واورېدلو او ځان له ئې مخ قبلې ته برابر کړو. دلته دوه درې خبرې مخې ته راغلې يوه دا چې دے پۀ روانه مشاعره کښې مونځ د خپل وخت څخه نه وروستو کوي نو دا ښۀ کار دے. بله دا چې غوږونه ئې ښۀ کارکوي او درېمه خبره مې دا غېر ارادي طور زړۀ ته راغله چې پۀ مانځه کښې ئې توجه برابره نۀ وي ځکه چې د بهر خلقو خبرې هم پۀ کښې اوري. کېدے شي دا وخت چې کوم شاعر کلام اوروي دې ته ئې هم غوږ وي. کله کله به دې زړۀ ته راغلل هسې نه چې د مانځه دوران کښې ناڅاپه يو شعر ووائي چې ډېر ښۀ بيا ووايه خو داسې ونۀ شول. بهر حال مونځ وشو او د مشاعرې پۀ اخره ئې خپل کلام واورولو. د اورولو انداز ئې ډېر زړۀ راښکونکے ؤ. اواز ئې بيخي لکه د ځوانانو تازه دم ؤ. د خلقو پۀ فرمائش ئې دوه درې نظمونه او قطعات واورول. دې نه پس د نورو اکثرو شاعرانو غوندې ما هم ورسره ستړي مشي وکړل او څۀ وخت پس امساء پۀ لاس روان شو. ما ورته کتل، داسې روان ؤ تا به نۀ وئيل چې ګينې دا بوډا سپين ږېرے دے . بيخي لکه د ځوانانو پۀ لاره چټک روان ؤ او يوه شېبه چې لاړو نو امساء ئې هم د لاس نه ترخ ته کړه، د دۀ خبرو، شعرونو، قد، د تګ چال اود شعر وئيلو يو خاص انداز پۀ فکر لاهو کړم خو دغه مجلس کښې دۀ يو شعر وئيلے ؤ بس ناڅاپه مې هم هغه بې اختياره خلې له راغلو.

    دکولال د لاس هنر دے

    دې کوزه کښې سمندر دے

    د ليدو او نۀ ليدو فرق وي او زۀ پۀ خپله تېروتلے وم چې د سمندر کوم خيالي تصوير مې جوړ کړے ؤ، د هغۀ سره ئې ډېر فرق څۀ چې بېخي ضد ئې ؤ ولې چې هغه چا ليدلے وي نو دا به مني چې هغۀ پۀ دې شعر کښې د خپل شخصيت پۀ اجمالي توګه خاکه راښکلې ده. د هغۀ پۀ وړوکي وجود کښې دومره هنرونه را جمع وو چې بس پۀ ريښتيا سمندر پۀ کوزه کښې بند کړے شوے ؤ. هغه د خپل وخت لوے شاعر، نامتو ډرامه نګار او ورسره بې مثله صداکار ؤ. دې نه علاوه ځينې نورې خوبۍ ئې هم لرلې لکه مجلس ارا سړے ؤ او د سنجيدګۍ سره سره به چې کله پۀ ګپ شپ شروع شو او يا به ئې طنزيه او مزاحيه ليکونه کول نو تا به نۀ وې ګينې دا هغه سمندر دے چې ډېر سنجيده نظمونه او نثرونه ليکي. د ترجمو پۀ باب کښې ئې هم څۀ نه څۀ کار کړے ؤ. د علامه اقبال يوه شعري مجموعه ئې هم ترجمه کړې وه . د سمندر د نامې قيصه هم عجيبه وه . خپله ئې وئيل چې کله زۀ پېدا شوم نو څو ورځې پس يو فقير راغلو، نېغ مو دکور مخې ته ودرېدو او وې وئيل تاسو کره چې کوم ماشوم شوے دے هغه ما له راوړئ . کله چې ورله ماشوم راوړے شو نو فقير ووې د دۀ څۀ نامه ده. ورته ووئيلے شول چې جانس خان!او فقير ووې نۀ، د دۀ نامه سمندر خان ده. او بس بيا دے سمندرخان شو. البته دۀ نه کشر ورور چې کله پېدا شو نو پۀ هغه بيا جانس خان نامه کېښودې شوه چې پۀ صوفي جانس مشهور ؤ. دے هم يو دلچسپه کردار ؤ او د خپل مشر ورور سمندر پۀ حقله به ئې د خوند رنګ قيصې کولې چې دا وخت زمونږ د موضوع نه بهر دے . لکه د نورو ماشومانو غوندې سکول کښې داخل کړے شو او تر شپږم جماعته پورې ئې باقاعده سبق وئيلے ؤ. هم دغه دوران کښې به ئې شعرونه ليکل خو د خپل اواره طبعيت لۀ وجې ئې د سکول نه زړۀ موړ شو او قسم قسم مزدورۍ ئې شروع کړې چې د پټو د کارونو نه واخله تر دياړۍ پورې هرڅۀ ئې کړي وو، څۀ موده ئې د کاڼو ټکولو کار هم کړے ؤ چې کاڼي ټک به ورته وئيلے شو. بيا ئې ټانګه واخسته او کوچوان شوخو پۀ دې هرڅۀ کښې ئې خپل منفرد انداز ؤ. لکه د دياړۍ مزدورۍ پۀ دوران کښې به ئې هم جنګ جګړې کولې ولې چې هغه يو باغي او تېز طبعيت لرونکے سړے ؤ چې د طبعيت نه خلاف خبره به ئې نۀ شوه برداشت کولې. خپله ئې وئيل کوچواني مې پۀ دې وجه پرېښودله چې يوه ورځ مې يو ګورا ټوله ورځ پۀ ټانګه کښې وګرځولو او چې کومې دوه درې روپۍ ئې را کړې نو هغه کوټه وې . البته دې کوچوانۍ ورته دا فائده رسولې وه چې د انګرېزانو ټانګه کښې د وړلو راوړلو پۀ وجه ئې څۀ لږه غوندې انګرېزي زده کړې وه نو کله چې يو انګرېز جادوګر د نوښار چاوڼۍ ته فوځيانو ته د تماشې ښودلو د پاره راغلو نو ورته د ترجمان ضرورت پېښ شو چې د انګرېز جادوګر د کرتب ښودلو نه وړاندې پۀ تمهيد خلق پوهه کړي. سمندر د دۀ سره د ترجمان پۀ حېث کار شروع کړو او د خپل تېز ذهن پۀ مدد سره به ئې د هغۀ مطلب فوځيانو ته وړاندې کولو. نوښار نه علاوه هغۀ ځان سره د پښتونخوا نورو ځايونو ته هم د ترجمان پحېث بوتلو او نۀ صرف دا چې ښه مزدروي ئې ترلاسه کړه بلکې د خپل تېز ذهن پۀ مدد ئې د جادوګرنه چل هم زده کړو. دا جادوګر به کال پۀ کال راتلو خو چې کله هغه د راتلو نه پاتې شو نو بيا به سمندر مختلفو فوځي چاوڼو کښې فوځيانو ته کرتبونه ښودل او دومره موثره ؤ چې يو انګرېز کپتان ورته باقاعده سرټيفيکېټ ورکړے ؤ چې پۀ هغې کښې ئې ليکلي وو ما د سمندر غوندې ماهره جادوګران پۀ يورپ کښې هم ډېر کم ليدلي دي خو دۀ به عامو مجلسونو کښې وروستو وئيل چې دا ټوله د نظر دهوکه او د لاسونو کمال دے.

    سمندر خان سمندر هسې خو د ماشوموالي نه شاعري کوله خو کله چې د برصغير پاک وهند د ازادۍ لپاره مختلف تحريکونه شروع شول نو پۀ دې کښې خاکسار تحريک هم ؤ چې دې کښې ګڼ شمېر پښتانۀ شامل وو. د اشنغر تاريخي کلي اتمانزو کښې د خاکسار تحريک د ټول هندوستان پۀ سطح يوه لويه غونډه شوې وه چې علامه مشرقي او د دکن نواب صاحب ورله راغلي وو. دې کښې د خاکسارو خړه وردي اغوستې يو ځوان پاڅېدو او نظم ئې شرع کړو.

    چې پۀ خداے او رسول شېدا دي

    هغه دا دي، هغه دا دي

    “هغه دادي” سره ئې چې کله خاکسارو طرفته اشاره وکړه نو پۀ خلقو کښې يو داسې جوش پېدا شو چې ورسره د الله اکبر چغې سورې شوې او خلقو ومنله چې سمندر خان پۀ رښتيا د شعر سمندر دے. د سمندر د ځوانۍ پۀ زمانه کښې خدائي خدمتګار تحريک زور نيولے ؤ چې مختلفو جلسوکښې به دۀ خپل انقلابي نظمونه اورول. دغه زمانه کښې د 1930زخواو شا نوښار کښې يوه لويه انعامي مشاعره شوې وه چې دوه شپې دوه ورځې جاري وه او د پښتونخوا د ګوټ ګوټ نه ورله پۀ ګڼ شمېر کښې شاعران راغلي وو. دې کښې سمندر دوه نظمونه اورولي وو او دواړه نظمونه ئې د اول او دوېم انعام حقدار ګرځېدلي وو. خو د هغۀ شاعرانه عظمت هغه وخت ومنلے شو کله چې هغۀ پۀ 1930ز کښې د “ايلم څوکه” نومې نظم وليکلو او اسلاميه کالج پېښور کښې کېدونکې انعامي مقابله کښې ئې اورولے ؤ چې د وړومبي انعام حقدار ګرځېدلے ؤ. دې نظم کښې چې سمندر د قدرتي مناظرو کومه منظرکشي کړې ده د هغې مثال نشته. اردو او پښتوکښې خو پرېږده چې انګرېزۍ ژبه کښې به هم د دې معيار نظمونه کم وي. ځکه خو د مردان طورو کلي اوسېدونکے باذوقه عالم فضل معبود صاحب ئې ملاقات له بدرښوته ورغلے ؤ. د ايلم څوکه پۀ قدرتي مناظرو ليکلې شوې يوه ادبي شهپاره ده. بيا پۀ دې کتاب محترم سيد رسول رسا صاحب يوه تفصيلي مقاله ليکلې ده چې د سمندر خان د دې نظم مقابله ئې پۀ انګرېزي ژبه کښې د ليکلې شوو نظمونو سره کړې ده او دا ئې ثابته کړې ده چې دا يو ادبي شاهکار طويل نظم دے.

    سيدرسول رسا او سمندر خان د يو کلي علاقې اوسېدونکي وو. د دوي دواړو پۀ باره کښې يوه دلچسپه خبره مې د مشرانو ليکوالو نه دا اورېدلې ده چې يو نظم د دواړو داسې ؤ چې موضوع ئې تقريباً يوه وه. رسا صاحب دعوه کړې وه چې مانه د دې نظم خيال سمندر صاحب پټ کړے دے او سمندر صاحب وئيل چې سيد رسول رسا ما نه نظم پټ کړے دے. اخر رسا صاحب ووئيل چې ما خود فلاني انګرېز شاعر د نظم ترجمه کړې ده او سمندر صاحب له چونکې انګرېزي نۀ ورځي نو دۀ مانه نظم پټ کړے دے.

    سمندر صاحب ډېر داسې نظمونه ليکلي دي چې هغه يواځې هم دۀ پۀ صحيح توګه وئيلے شول او هغې سره صوت ويشتل ضروري وو چې د هغې پۀ مدد به ئې هغه شکل راښکاره کېدلو. پۀ دې کښې “دروند پښتون” او “ډانډت” خاص اهميت لري چې دا ترې ما اوريدلي وو . د سمندر صاحب وېنا وه چې داسې څو نظمونه هغۀ بېل پۀ يوه کاپۍ کښې د مسودې پۀ شکل خوش خط ليکلي دي.

    سمندر ډېر نظامت پسنده ؤ. هر څيز به ئې پۀ ترتيب ايښے ؤ او پۀ هم هغه ترتيب به ئې راخستو او ايښودلو. تر دې چې خپلې ليکلې قلمي نسخې ئې هم پۀ يو خاص ترتيب ايښې وې کۀ چا به لږې اخوا ديخوا کېښودې نو پۀ دې به هم غصه کېدلو.

    سمندرخان سمندر د هغۀ پۀ قول د پېسو لګولوکښې هم احتياط نه کار اخستو خو د ډېرو خلقو وېنا وه چې شوم ؤ او پېسې به ئې نۀ لګولې، او دا ويشېدلې سبزي به ئې ځکه خوړله چې د خرابېدو امکان به ئې نۀ ؤ نو سېر الوګان يا ټېپر به ئې درې څلور ورځې کېدل. د غوړو او مصالحو د خرڅ نه به هم پۀ امان ؤ او د خرابېدلو څۀ امکان به ئې هم نۀ ؤ.

    سعدالله جان برق صاحب راته يوځل وئيل چې مونږ به رېډيو کښې د سمندر خان خبرې کولې نو د دوي کشر ورور صوفي جانس به ئې د هر چا نه زياتې د شوم توب قيصې کولې. صوفي جانس رېډيو کښې کاپيسټ ؤ خو هغۀ به ورسره د ګاډو د اخستو او خرڅولو کاروبار هم کولو. پۀ هغه زمانه ګاډي کم وو نو بارګېن سنټرونه نۀ وو. داسې به ګرځېدو او ګاډي به ئې اخستل او خرڅول نو هغۀ وئيل چې يوځل زۀ سمندر خان له ورغلم چې يو موټر مې ليدلےدے ، کۀ وائې خلم نو ډېره ګټه به وکړي خو د هغې لپاره لس زره روپۍ پکار دي، خېر دے ګټه به نيمه تا له درکړم. سمندر ووې ټيک ده سبا له راشه روپۍ به درکړم خو پۀ سبا له چې زۀ ورغلم نو دے کټ کښې پروت ؤ او فريادونه ئې کول. زۀ خو ئې پۀ طبعيت پوهه وم ورته مې ووې ګاډے ورکوه لالا خو تا دې خداے روغ کړي بس دې اورېدو سره کټ کښې سم دم کښېناستو. پۀ خندا کښې ئې ووې جانس خانه ما خو د پرون نه دا سوچ شروع کړےدے چې ګټه دې سر وخوري خو کۀ چرته تاوان وشو نو څۀ به کوم. دا لس زره روپۍ خو ما ډېرې پۀ خوارۍ جمع کړې دي هسې نه چې د دې نه خلاص شم.

    دروغ به ئې بالکل نۀ وئيل او نۀ خوښول. ورسره د وعدې ډېر پابند ؤ. نۀ به ئې چا لۀ قرض پۀ وس ورکولو او نۀ به ئې د چانه اخستلو. خپل کار سره به ئې کار ساتلو او بل څوک ئې هم خپلو معاملو کښې مداخلت ته نۀ پرېښودلو.

    د رېډيو د نوکرۍ نه وړاندې سمندر د بېره توب او نورې نوکرۍ کړې وې . د خپلې مينې قيصې به ئې هم پۀ جار کولې چې څومره هلکان او جينکۍ ئې خوښې وې. کۀ چا به ترې تپوس وکړو نو د خپلې ځوانۍ د وخت د رومان قيصې به ئې داسې پۀ خوند خوند اورولې چې بنده به ورته حېران شو.

    يوځل ورته چا ووې بابا اوس دا قيصې مۀ کوه. ږېره دې سپينه شوې ده. سمندر پۀ خندا کښې ووې څۀ وکړم چې څوک رانه تپوس وکړي نو دروغ خو نۀ شم وئيلے البته يو وضاحت درته کوم چې هغه د ملا عبدالحميد خبره .

    د خپل عشق پۀ پاکبازۍ شکر ګزار يم

    چې مې نۀ شو خر پۀ خټه دعصيان ګډ

    او مينه خو ژوند دے بيا زۀ رومان پسنده بنده وم او تردې دمه يم نو څله پۀ سپينه ږيره دروغ ووائم.

    کال 1935ز کله چې انګرېزانو دلته پېښورکښې رېډيو سټېشن پرانستو نو د مشهور شاعر او ليکوال پۀ توګه ئې سمندر خان سمندر سکرپټ رائټرمقررکړو چې دغه وخت به د سکرپټ رائيټرتنخواه د سټېشن ډائريکټر نه پنځوس روپۍ زياته وه. دغلته د دۀ پۀ قول څلوېښت کاله نوکري ئې کړې وه. دۀ به د روزانه پۀ بنياد سکرپټ ليکلو. دې کښې به د دوستانو خبرې اترې ليکلې او دغه شان دۀ ليکلي چې دا پروګرام ډېر مقبول ؤ. دې کښې به عبدالله جان مغموم، ګل محمدخان، شهزادخان جوهر او نورو کارکولو چې د خپل وخت مشهور صداکاران وو. دوي پۀ ټوقو ټوقو کښې ډېرې د کار خبرې کولې، وائي چې دې پروګرام لۀ به پۀ بوجو بوجو خطونه راتلل. څۀ موده به سمندر خپله “جواب رسان” پروګرام کښې رېډيو ته د را لېږلي شوو خطونو جوابونه ورکول چې دا هم د رېډيو ډېر مقبول پروګرام ؤ.

    د ډاکټر همايون هما صاحب پۀ قول د هر خط پۀ اخره به ئې وئيل شکريه. يو ځل ئې چې دوه څلوروخطونو سره شکريه ووې نو ورپسې ئې پۀ خندا کښې ووې “دا يوه شکريه ده چې هر چا ته ئې بُوسه بُوسه کوو” د رېډيو د نوکرۍ دوران کښې صدر بازار کښې اوسېدو. دلته ئې کوارټر ؤ. سحر به پياده رېډيو ته تلو او بيا به پياده راتلو. وئيلے شي چې د ټانګو او ګاډو نه د بچ کېدو پۀ خاطر به د رېل ګاډي پۀ پاټلۍ تلو راتلو. يوه جوړه جاموکښې به ئې هفته تېروله. قلندر مومند صاحب وئيل چې يوځل ئې ګاونډيانو ما ته شکايت وکړو چې سمندر صاحب غصه ناک سړے دے. د دۀ پۀ وجه زمونږ زنانه دکور چهت ته نۀ شي ختلې او د جامو خورولو او نورو ضرورتونو لپاره کله کله ختل ضروري وي. نو تۀ ورته ووايه چې يا دې کمره کښې کښېني او يا دې پۀ ځان څۀ پرده اچوي.

    قلندر صاحب وئيل ما ترې پۀ حېرانۍ تپوس وکړو چې سمه صفا خبره وکړئ نو هغوي ووې چې دے اکثر کور کښې لغړ پۀ کټ کښې ناست وي او پۀ ليکلو وغېره بوخت وي. قلندر صاحب وئيل چې کله ما سمندر صاحب ته دا خبره وکړه نو ما ته ئې ووئيل چې زۀ هفته پس کلي ته ځم او کۀ داسې ونۀ کړم نو بيا کله جامې هفته اغوستے شم او کۀ پۀ تا ډېر غم وي نو تۀ راځه او ماله جامې وينځه. خوراک به ئې ډېر ساده کولو، خپله ئې راته وئيل او نورو هم ډېرو خلقو ليدلے ؤ چې دوه درې الوګان يا ټېپر وغېره به ئې وويشول، مالګه به ئې پرې واچوله او ډوډۍ به ئې ورسره خوړله . پۀ خپله به ئې کارکولو نوکر به ئې نۀ ساتلو ولې چې نوکر ترې غلا کړې وه نو قسم ئې خوړلے ؤ چې مسلمان به نوکر نۀ ساتم. د ګرځېدو او د غرونو سرونو ته د ختلو شوقين ؤ. وئيل به ئې د شعرونو امد را باندې کله هم پۀ ناسته نۀ کېږي. بلکې پۀ ګرځېدو به ئې شعرونه ليکل. د کلي کورکښې ورسره يوه ګټه پرته وه وئيل ئې چې يوځل دکلي سر ته غرطرفته وم نو د شعر امد را باندې وشو. قلم راسره نۀ ؤ نو شعرونه مې پۀ دې ګټه وليکل او بيا مې پۀ څو دمو کورته دا ګټه راوړې وه. رېډيو پاکستان لۀ ئې ډېرې ډرامې ليکلي دي چې د پېنځه پنځوس ډرامو نومونه ورته ياد وو خو ټولې ورسره محفوظې نۀ وې. دا ګيله به ئې هم کوله چې رېډيو والو سکرپټونه سوزولي دي چې پکښې زما ډېرې ډرامې ايره شوې دي خو چې رښتيا خبره وي نو سمندرخان هم خپلو ډرامو ته هغه حېثيت نۀ ورکولو کوم ئې چې شاعرۍ ته ورکولو ځکه چې شعرونه ترې پۀ هېڅ حال کښې هم نۀ وو بې درکه شوي.

    د هغۀ پۀ مشهورو ډرامو کښې “سور پېزوان” “لور خور” ” تېر وار” او “د اسمان بنجاري” وغېره ډېرې مشهورې دي. سور پېزوان ډرامه ئې پۀ خپله ډېره خوښه وه او د اسمان بنجاري ډرامه کښې ئې د بنجاري کردار پۀ خپله سمندر خان کړے ؤ چې کوڅه پۀ کوڅه به ګرځېدو او يو اواز به ئې کولو، “واخله کۀ سودا کوې ارزانه ده. اے د آدم زويه د اسمانه ده” . د اسمان بنجاري به دعمر پۀ بدل کښې خلقو لۀ مال دولت ورکولو نو يوې غريبې کورنۍ ترې د عمر پۀ بدل کښې مال دولت او بادشاهي اخستې وه خو چې کله ئې عمر پۀ ختمېدو شو او کله چې فقير راغلو دوي ورته ډېر منتونه وکړل چې دا ټول هرڅۀ واخله او مونږ له څو ورځې نور عمر را کړه خو بنجاري ورته وائي چې اوس دا نۀ شي کېدلے. نورو ډېرو ډرامو کښې ئې هم سماجي مسئلې پۀ ډېر هنر بيان کړې وې. د رېډيو پاکستان پخوانے سټېشن ډائرېکټر او د ډرامو نوموړے پروډيوسر ښاغلے عمر ناصر صاحب وائي چې سمندر خان سمندر به اکثر ډرامو له ائيډيا د ماشومانو د قيصو نه اخسته ځکه چې د هغۀ ډرامو کښې به ما فوق الفطرت کردارونه ډېر وو او هم دوي به قيصه مخ پۀ وړاندې بوتلله البته دا مني چې د ډرامو ژبه او دقيصې تنه بوده به ئې ډېره پۀ هنري انداز کښې وه چې ډېره موثره به وه بيا چې خپله ډرامه کښې به ئې مرکزي کردار ادا کولو نو کمال به ئې کولو او نورو صداکارانو ته به ئې هم ښودنه کوله.

    عمرناصر صاحب داسې وائي چې سمندرخان سمندر لوے شاعر او د خپل وخت نوموړے ډرامه نګار ؤ خو ورسره د ځان نه ئې پورته څوک نۀ منل او کله چې اجمل خټک صاحب هم رېډيو ته د سکرپټ رائټر پۀ توګه راغلو نو هغه د نوې زمانې تعليم يافته تن ؤ چې د عربۍ، فارسۍ، پښتو او اردو سره سره پۀ انګرېزۍ هم ښۀ پوهېدلو، ليک ئې هم د کمال نه ډک ؤ ځکه نو اکثرو د رېډيو پروډيوسرانو به هغه خوښولو. کۀ څۀ هم اجمل خټک صاحب به سمندر خان سمندر ته استاد او د مشر پۀ توګه کتل خو دۀ به ئې خلاف سازشونه کول او هم دۀ پرې دا رپورټ کړے ؤ چې دۀ له دافغانستان نه لټرېچر راځي حالانکې دغه رسالې وغېره به د پښتو ټولو ليکوالو له راتلې. کله چې پۀ اجمل خټک چاپه ووهلې شوه نو دغه رسالې ورسره برامد شوې او د دې سره د سمندر د مخې نه غټ خنډ لرې شو خو افرين پۀ اجمل خټک صاحب چې تر مرګه ئې هم د دې ذکر او ګيله نۀ ده کړې.

    سمندر خان ماضي پرست ؤ او هر هغه څيز ئې سمبال ساتلے ؤ کوم چې د دۀ پۀ استعمال کښې پاتې شوے ؤ لکه زړه امساء، او داسې نور ډېر څيزونه، خط ئې هم ډېر خوش خط ؤ او خپلې مسودې ئې پۀ خپل قلم ليکلې وې چې تعداد ئې پېنځه پنځوس وو. دې کښې څۀ چاپ شوې او څه ئې تر مرګه ناچاپه وې چې اوس هم نۀ دي چاپ شوې، پۀ دې کښې د نظم او نثر مختلف کتابونه وو. هغۀ غوښتل چې شاعري دې هم پۀ عروضي انداز کښې شي.

    چې دا تجويز ئې د پښتو شاعرانو نۀ ؤ منلے بلکې د دۀ دا قسمه شعرونو پورې به ئې ټوقې کولې ولې چې د هغې د وېنا خپل يو انداز ؤ او د نورو مشرانو پۀ خيال د پښتو ژبې د مزاج سره ئې سمون نۀ خوړلو. خو سمندر پۀ خپله خبره کلک ؤ چې د دې پۀ وجه وروستي وخت کښې بيا ډېرو خلقو د دۀ شاعري نۀ خوښوله بلکې د ګپ لپاره به ئې د دۀ پۀ انداز کښې وئيله. لکه دا مصرعه ئې ما ډېرو مشرانو ليکوالو نه اوريدلې وه.

    “سمندر پګړۍ ورته منجيله کړه” او دا چې “زما اشنا پۀ تندر سور راغے” يو تن ووې چې دا خو به غريب ټول سوزېدلے وي .

    سمندر خان سمندر د خويه تريخ ؤ او د هغې وجه دا وه چې د مرګو مريض ؤ او داسې مريض کښې زغم او برداشت کم وي. بس پۀ معمولي خبره به ئې جنګ کولو. څو څو ځله رېډيو کښې د لا ئيو مشاعرو نه پاڅېدلے بلکې غصه کښې ئې د خلې نه نازېبا الفاظ هم ختلي وو چې نشرشوي هم وو خو سمندر ته چا څۀ وئيلے شول. ما اورېدلي وو چې د رېډيو پاکستان پېښور يو سټېشن ډائريکټر ته ئې يو خط ليکلے ؤ چې “تا نه به زۀ څۀ ګيله وکړم چې تۀ د سوونو ډمانو مشر ئې” او استعفٰي ئې ليکلې وه خو بيا هغوي پۀ منتونو راوستلے ؤ، پۀ دې حقله ترې تپوس شوے ؤ نو وئيلي ئې وو چې دا څۀ يو ځل خو نۀ وو څوڅو ځله مې استعفٰي ورکړې وه خو ښۀ او علم دوسته خلق وو نو راپسې به راغلل پخلا به ئې کړم. او بيا به مې کار شروع کړو. اوس زمانه کښې څوک داسې چرته کوي، هغوي د ليکوال او شاعر پۀ قدر پوهېدل ګينې نو د ليکوالو څۀ کمے نۀ ؤ.

    د سمندر خان د ټولونه لوے اعزاز دادے چې پۀ کلمه طيبه ئې څلور شپېتۀ زره شعرونه پۀ پېنځه دېرش کلونو کښې ليکلي دي چې “د توحيد ترنګ” پۀ نامه د لسو ضخيموجلدونو کښې چاپ شوي دي.

    پۀ اخري وختونو کښې د “پلوشې” ادارې مشر عبدالفتح پښتون صاحب د سمندر پۀ ژوند او فن د يو خاص نمبر ويستلو اراده کړې وه او دۀ ته ئې خط ليکلے ؤ چې خپل تصويرونه او څۀ کلام را ولېږئ. د دغه رسالې پۀ سر او اخره کښې ددۀ دوه خطونه چاپ دي چې پکښې ئې د خپلې بيمارۍ،بوډاتوب او مالي تنګ دستۍ ذکر کړے دے. پۀ وروستي خط کښې ئې ليکلي دي چې ما ته ټولې يوولس تمغې راکړے شوي دي، دوه د حکومت له خوا چې يوه “تمغه امتياز” او بله “تمغه حسن کارکردګي” ده او نهه د مختلفو نورو ادارو او تنظيمونو لخوا دي. دې وروستي خط کښې ئې دا هم وئيلي وو کېدے شي دا زما اخري خط وي او کۀ لاړم نو هيروئ مې مۀ او ورسره ئې دا شعر هم ليکلے ؤ .

    زۀ مړ نۀ يمه ژوندے يم

    لږ لۀ تاسو ګړندے يم

    دغه خط د سمندر خان سمندر اخري خط ثابت شو او پۀ هغۀ د دغه رسالې خاص نمبر ئې د مرګ نه پس چاپ شو. عبدالفتح پښتون صاحب ورسره خپله وعده پوره کړه ياد ئې کړو خو بس نورو ښۀ سم هېر کړو. وروستو پرې يوې زنانه روبينه عابدين انګرېزۍ ژبه کښې پي اېچ ډي وکړه خو پښتو کښې پرې د نشت برابر کار شوے دے.

    سمندر خان سمندر پۀ خپل ژوند خپل کتابونه او مسودې ارکائيوز لائبرېرۍ ته سپارلې وې چې اوس هم د چاپ پۀ طمعه دغلته ټولې مسودې پرتې دي. کال 1996 کښې کله چې زۀ “کسوټي” اخبار کښې د پښتو برخې مدير وم نوما د دۀ د خوندور ژوند ليک “لوګېدلے ژوند” فوټو سټېټ اخستے ؤ او دغلته به مو قسط وار چاپ کولو خو افسوس چې دا ژوند ليک ئې پۀ مکمله توګه چاپ نۀ شو. ارمان دے چې څوک د هغۀ باقي پاتې کتابونه چاپ کړي کوم چې د سمندر خان سمندر لوے ارمان ؤ. او د دې پۀ ليکلو ئې پۀ دې طمعه ډېر عمر برباد کړے ؤ چې دا به چاپ شي او عام خلق به ئې ولولي. پۀ ګور ئې نور شه (امين)

     

  • غني خان او د نړۍ علمي/ادبي شخصيتونه – نورالامين يوسفزے

    غني خان او د نړۍ علمي/ادبي شخصيتونه – نورالامين يوسفزے

    غني خان چې د پښتو ژبې بې بدله او د خپل عهد يو ډېر ستر تخليق کار دے. يو داسې تخليق کار کۀ څوک مونږ ته دا کرښه راښکي چې د شلمې پېړۍ نه به يو شاعر را اخلئ او يا دا چې مونږه د فلسفيانه، روماني او حريت پسنده شاعرۍ پۀ حواله د چا پۀ زمانه کښې ژوند کوو نو کۀ هر څو شلمه پېړۍ د پښتو شعر او ادب پۀ حواله ډېر ښېرازه او بختوره ده او پۀ دغه پېړۍ کښې مونږ ډېر ستر ستر تخليق کار، څېړنکار او پوهان لرو خو کۀ خبره د يو داسې ستر تخليق کار را شي نو بيا به زمونږ فېصله هم د رنګ او نور، د جنون او د جانان د شاعر خان عبدالغني خان پۀ حق کښې وي.

    خان پۀ دغه منفرده، ژوندۍ او جانانه شاعرۍ کښې ګڼ شمېر سياسي، سماجي، قامي، کورني، علمي او ادبي شخصيتونه ياد کړي او مخاطب کړي دي. د دغه “ياد” او “خطاب” خپل يو ځانګړے شا ليد او مخ ليد دے. دغه شخصيتونه “خان” پۀ يو مخصوص علمي، ادبي، سماجي او قامي تناظرکښې ياد کړي او مخاطب کړي دي چې پۀ خپله د “خان” د خپل شخصيت او نفسياتو پۀ حواله د لوستونکي سره ډېرلاس امداد کوي. د دغه شخصيتونو پۀ حواله زمونږ ګران کشر ايازالله ترکزي يو ډېر زړۀ پورې کتاب هم ليکلے دے کوم چې د باچاخان مرکز څېړنيزې څانګې پۀ ډېره مينه او پښتني وياړ چاپ کړے دے. نن چې زۀ د کومو شخصيتونو خبره کول غواړم هغه د خان پۀ شاعرۍ کښې ذکر شوي هغه علمي او ادبي هستۍ دي چې “خان” ئې يا خو ستائنه کړې ده يا ئې مخاطب کړي دي او ورسره ئې “مکالمه” کړې ده. يا ئې ورسره اختلاف کړے دے او يا ئې لکه د خپل “همزاد” د هغوي فکر او جذبې سره اتفاق کړے دے. پۀ دغه شخصيتونوکښې ځينې داسې دي چې “خان” ئې پۀ يوه خاصه او ځانګړې حواله “سرسري” ذکر کړے دے. زۀ به هم د هغۀ هستو دلته د “خان” پۀ حواله سرسري ذکر کوم البته پۀ دغه هستيوکښې پينځه هستۍ داسې دي چې د هغوي ذکر به پۀ تفصيل سره کول غواړي، ځکه د هغوي ذکر “خان” هم يا پۀ تفصيل سره کړے دے او يا کۀ ئې پۀ يو شعر نيم کښې ياد کړي دي خو دغه “ياد” او “مخاطبه” پۀ فکري او ادبي حواله د زښت اهميت وړ ده.

    د انبيائے کرام نه علاوه چې خان د کومو علمي شخصيتونو ذکر سرسري يا پۀ بلواسطه توګه کړے دے پۀ دغه هستيو کښې د يونان دوه هستۍ داسې دي چې “خان” پۀ شعر کښې د خپل تاريخي کردار پۀ حواله يادې کړې دي. دوي کښې يو ستر يوناني حکيم او سائنس پوهه فلسفي بقراط او بل د خپل دور ستر روايت شکن او حق ګو فلسفي “سقراط” (399 ق م دے) څوک چې د يونان پۀ ايتهنز ښار کښې زېږېدلے ؤ. د ستر فلسفي افلاطون استاذ ؤ او هم د هغۀ د ليکونو پۀ ذريعه دنيا پېژندلے دے. دا هغه علم دوسته، حق پرسته او ريښتونے پوهان ؤ چې پۀ وړومبي ځل ئې د رواياتو، مروجه ديني اخلاقياتو، دېوتاګانو او اشرافيه پۀ حواله سوالونه را اوچت کړل او د دۀ دغه را وچت کړيو سوالونو پۀ دغه روايتي او د رسمونو پۀ جال کښې ګېر سماج کښې يو ډېر لوے بدلون راوست. دۀ به دا وئيل چې “د بدن مرګ دروح مرګ نۀ دے بلکې دا خو د روح د ازادۍ يوه لاره ده”، “بدنصيبي د شعور د کمي پۀ وجه راځي”، “نېکي عقل او بدي جهالت دےا و دا چې نېکي پۀ خپله اجر او بدي پۀ خپله سزا ده” دايتهنزښار پۀ کوڅو کښې به سروهلے بروهلے ګرځېدو او خلقو ته به ئې د حق او صداقت تبليغ کولو او هم پۀ دغه جرم کښې دے د وخت حاکم د زهرو پۀ پيالۍ څښکلو مجبوره کړو. غني د دغه حق پرسته، وهم دښمنه او روايت شکنه فلسفي ذکر پۀ دې ډول کوي.

    ارسطو، سقراط، بقراط يې

    پۀ مخ کښې دې زبون

    کله فرياد، سلګۍ، کله نرتوب شي

    کله سينه دسقراط، کله خرتوب شي

    دلته کښې هر د خود او حسن ايات

    دلته ګويا منصور،دلته ګونګے سقراط

    او دا چې

    د عيسي (ع) غمګينې سترګې، د سقراط پۀ جام کښې زهر

    د منصور مستي بې خوده او د سپينې رڼا لهر پۀ هر لور

    د سقراط ذکر چې “خان” د کومو هستيو سره کړے دے دغه هستۍ هم د خپل خپل دور “حق پرستې” هستۍ وې او د زمانې روايت پسندو پۀ دار کړې وې. د دوي نه علاوه د افلاطون د شاګرد ارسطو(384تا 322 ق م) ذکر د ځينو نورو عالمانو سره داسې کوي.

    چې لقمان او افلاطون

    ارسطو، سقراط، بقراط يې

    د دوي نه علاوه “خان” پۀ خپل يوشعر کښې پښتون زلمي ته د خپل ژوند، پښتون جلال او جمال درس پۀ داسې انداز کښې ورکوي چې د نړۍ ځينې ستر تخليق کار ورته پۀ طنزيه انداز کښې ور يادوي او دا ورته وائي چې دا ټول خو تۀ پېژنې او دوي يا دوي خو خپل اتلان او خپل کلاسيکي تخليق کاران لکه خوشحال بابا، رحمان بابا او داسې نور نۀ پېژني:

    هېر دې کړۀ رحمان، سعدي ،غزلې د بائرن وايه

    کيټس و شکسپئير وايه شيلے او ټيني سن وايه

    دا ټول د اروپا تخليق کار دي، شکسپئير د انګرېزۍ ژبې ستر ډرامه نګار دے. ټينى سن (1809 نه تر 1892ز)

    د نوې کلاسيکي دورې ستر شاعر ؤ، هم دغه شان بائزن (1788ز نه تر 1824ز) د رومانوي تحريک يو نمائنده تخليق کار ؤ. د “منصور” او “مجنون” ذکر هم خان ډېر زيات کړے دے. “منصور” د خپل دور يو ستر عالم هم ؤ خو د منصور او مجنون د شهرت سببونه نور وو نو ځکه ئې مونږ دلته ذکر نۀ کوو البته د کوم علمي، ادبي هستيو ذکر چې د دې ليک پۀ پېل کښې ما کړے دے. پۀ هغوي به د “غنياتو” پۀ حواله پۀ تفصيل سره خبره کوو او هغه دي (١) افلاطون (٢) خيام (٣) خوشحال بابا (٤) علامه محمد اقبال (٥) قلندر مومند.

    (1) افلاطون (347-427 ق م)

    افلاطون چې د سقراط نازولے شاګرد ؤ د نړۍ د فلسفې “امام” ګڼلے شي.دا هغه سړے ؤ چا چې پۀ ايتهنز کښې د “اکادمۍ” بنياد کېښود او خپل خيالات ئې د “جمهوريت” يا جمهوريه او “مکالمات افلاطون” کښې مونږ ته پرېښودل. دے کۀ د سقراط شاګرد دے نو د ستر فلسفي “ارسطو” استاذ هم دے. د دۀ پۀ حقله د نړۍ علمي او ادبي تاريخ وائي چې “دے پېدائشي شاعر ؤ خو د خپل استاذ د روزنې اثر ؤ چې خپلې ډرامې او نظمونه ئې وسېزل او خپله ټوله توجه ئې فلسفې ته ورکړه”۔

    د افلاطون د کتاب “مکالمات افلاطون” پۀ حقله اېمرسن وائي چې دا هغه کتاب دے چې پۀ کښې د نړۍ د هر کتاب مواد مېشته دي ۔ هسې خو دغه ټول کتاب د ډېر اهميت وړ دے خو پۀ تېره تېره “جمهوريه (ري پبلک) پۀ دوه سببه د زيات اهميت وړ دے او هغه دا چې دې کښې هغۀ د يو مثالي رياست تصور وړاندې کړے دے او بل دا چې خپل دې ليک کښې هغۀ شاعر د خپل تصوراتي رياست نه بهر کړے دے”۔

    هغه پۀ دې لړکښې وائي چې “چونکې شاعري يوه رڼا ده او الوت کوونکے يو پاک شے دے او دا ځکه دے ترهغه وخته تخليق نۀ کوي ترڅو چې پرې الهامي کېفيت نۀ وي طاري شوے تردې چې د دۀ حواس او د دغه الهامي توان د لاندې راشي او ځانونه بائيلي ترڅو چې هغه دغه الهامي قوت پۀ خپله ولقه کښـې نۀ وي اخستے هغه بې توانه وي”

    دے دا هم وائي چې د فن مقدسه د ېوي چې کله د دۀ (شاعر) پۀ اوږو کښېني نو دومره مست او جذباتي شي چې عقل ئې کار پرېږدي ځکه پرې باور نۀ شي کېدلے”۔

    اصل کښې افلاطون د شاعرانو د اهميت او جادو بيانۍ نه پۀ پوره ډول اګاه دے ځکه خو وائي کنه چې کله شاعران زمونږ ښار ته را شي نو مونږ دې د دوي پۀ وړاندې ټيټ شو د دوي پرستش دې وکړو ځکه د خپلو وهبي قوتونو پۀ سبب دوي ډېر پاک او سپېځلي وي خو زمونږ پۀ مثالي رياست کښې د دوي موجودګي ناممکنه ده. پکار دي چې کله دوي زمونږه ښار ته راشي نو چې پۀ دوي ګلونه وشنيدو، هارونه ورته واچوو او بيا ئې پۀ عزت سره دښار نه بهر کړو”

    دے دا هم وائي چې دا فنکار د نقل، نقل کوي ځکه چې پۀ دې دنيا کښې هر شے د يو “اصل نقل دے.

    دلته کۀ وکتے شي نو افلاطون د تضاداتو ښکار دے لکه د مثال پۀ توګه خپل مزاج ئې شاعرانه دے خو د خپل “عقل” ئې منلي دي نو دخپل “تخيل” او “شاعرۍ” پۀ مرۍ ورغلے شوے دے. بله دا چې هم د شاعر د عظمت قائل دے او هم ئې د خپل رياست نه بهر وباسل غواړي. هم دغه شان هغه پۀ ابتداء کښې د امريت او اشرافيه منونکے ؤ خو د عمر پۀ اخري برخه کښې ئې خپله ټوله توجه د علم او هنر لور ته را واړوله د هغۀ پۀ ذات کښې دغه موجود تضادات د “غني” رسا نظر ليدلي او د هغه “روح” محصوص کړي دي. هغۀ دې ته هم کتلي دي چې يو خوا خو اطلافون د اشرافيه، اشرفيت له ستنې ورکوي او بلخوا د فکر د ازادۍ خبره کوي او د “امرانه اخلاقياتو” پرچار هم کوي. او د ټولو نه غټه خبره دا ده چې افلاطون د عقل غلام دے. هغه جذبې، وجدان او تخيل نۀ مخ اړوي بلکې دا خبرې د خپل رياست لپاره تاواني ګڼي ځکه خو د تخيل سختن (شاعر) ترې نه وباسي. غني داسې محسوسوي چې د افلاطون پۀ اوږو سرخو شته خو پۀ سينه کښې ئې زړۀ نشته. حالانکې د انسان روح او د دۀ تخيل د دۀ د عقل نه زيات “غني” او توانا دي او هم پۀ دغه سبب غني خان افلاطون پۀ دې ټکيو مخاطب کوي:

    بس دے افلاطونه فلسفه دې سمبال کېږده

    غونډ دې کړه دامونه خپل او ټپه دې جال کېږده

    عقل، عقل څۀ دے؟ کفر کفر دے عقل چې ئې ګېر کړي دے غلام، غلام زما

    بس دے افلاطونه تۀ خپل ډول ډبلۍ پورته کړه

    دا مندر د حسن دے تۀ مخ د عقل کور ته کړه

    د دې نه علاوه چې چرته هم “خان” افلاطون ياد کړے دے نو هغه ئې پۀ پښتنه ټولنه کښې پۀ معروفو معنو مشهور “افلاطون” ياد کړے دے. چې مطلب ئې يا خو طنز دے او يا تنقيد لکه چې وائي:

    نشته د دۀ نه افلاطون ، خرڅ ئې د پلار هډوکي کړل

    مږې ئې هم دکوره تښتي هجرتونه کوي

    پۀ فکر افلاطون دے پۀ اخلاقو ښاپېرے دے

    پۀ عقل لږ مېخين دے خو پۀ ژبه چرچرے دے

    تا ورکړه پۀ ټېپرو فلسفه د افلاطون

    تۀ ورور شوې د خرۀ پرې دې ښوده وروري د ازمري

    چې لقمان او افلاطون

    ارسطو، سقراط، بقراط يې

    او دا چې :

    لالا مې افلاطون دے د تقرير او دتکرار

    لالا مې پاس پۀ سټېج کړي د زمري پۀ شان غرار

    پۀ مېخانه کښې افلاطون ګورم

    ځان ته چې سترګې مې را واړولې

    لګولو د پېسو کښې افلاطون ؤ

    خو ګټلو کښې غريب ؤ بې همته

    مطلب دا چې پۀ دغه وړومبيو اشعارو کښې “غني” پۀ افلاطون او د هغۀ پۀ عقل پرستۍ نيوکه کوي او پۀ بلواسطه توګه د هغۀ شاعر دښمني هم رد کوي او داسې د هغۀ د فکر تضاداتو ته هم پۀ تخليقي انداز ګوته نيسي او دې نورو شعرونو کښې چې د “افلاطون” ذکر پۀ کومو معنو کښې شوے دے دې ته مونږه “عُرف” وئيلے شو چې پۀ پښتنه ټولنه کښې يو عام وګړے دا نوم پۀ کومه معنٰي کښې استعمالوي “غني” هم پۀ هغه روايتي معنٰي کښې پکارولے دے.

    (٢) عمرخيام:

    نوموړے مصري اديب ډاکټر عبدالوهاب عزام وائي چې د اوومې پېړۍ جلال الدين رومي او د څوارلسمې پېړۍ هجرۍ اقبال يو روح او يوځان دي. هم دغه خبره کۀ مونږ د شپږمې پېړۍ هجرۍ (405هـ تا526هـ) د ابوالفتح عمر خيام بن ابراهيم نيشا پوري او د څوارلسمې پېړۍ هجرۍ د خان عبدالغني خان پۀ حقله وکړو نو هم به ورسره څوک خيام شناس او غني شناس د اختلاف جرات ونۀ کړے شي. رومي خو د اقبال پير او مرشد دے. ولې خيام هم د غني مرشد دے او هم ئې همزاد دے. غني خيام سره دومره جذباتي تړون لري چې کله پۀ ځان کښې خيام ويني او کله پۀ خيام کښې خپل ځان د غني پۀ تخيل کښې.

    خيام د يو علامت او سمبول صورت اختيار کړ دے او دغه تصور سره هغه رومانس کوي. هغه پۀ شاعرانو کښې خيام د هر چانه زيات ياد کړے دے او هر وار ئې د دغه ياد نه د خپل وجدان او خپل روح پۀ زور يوه نوې معنٰي را ويستې ده او پۀ داسې موقع سړے داسې محسوس کړي لکه چې د پرون خيام د نن غني سره پۀ يو کټ کښې څنګ پۀ څنګ ناست دے. دواړه بوډاګان شوي دي. ساقي هم عمر خوړلے دے او غني چې بوډا خيام او عمر خوړلي ساقي ته ګوري نو بې اختياره ئې د خولې نه دا نعره ووځي چې:

    لاړ ساقي بوډا شو، خيام هم د برمه پرېوتو

    اے د مستۍ جامه! دغه ستا د ماتېدو دے وخت

    او د هغۀ د دې رندانه غږ پۀ جواب کښې خيام د ژوند د هغه بل سرنه داسې ګويانه شي.

    مېخانې نه نعره وشوه مستانه

    اے زما پۀ مينه مسته ديوانه!

    پاڅه، ډکه کړه پياله د دې نه مخکښې

    چې مو ډکه کړي د عمر پېمانه

    د سلجوقي دور پۀ دغه دانشور، مفکر، ماهر علم نجوم، مفکر، رياضي دان او تخليق کار او د څوارلسمې پېړۍ هجرۍ پۀ دغه ستر مفکر، مجسمه ساز، انجينئير او بې بدله تخليق کار (غني خان) کښې دومره فکري او روحاني مماثلتونه دي او دومره خبرې پۀ کښې يو شان دي چې سړے ورته ګوته پۀ خولۀ پاتې شي. ګو چې دغني خان شاعري يوعجيبه ځانګړے انداز او اسلوب لري. هغه د هر چا پۀ شان ښکاري خو د هېچا پۀ شان هم نۀ دے. خيام سره د همرازۍ او همزادۍ باوجود دغني امېد د هغۀ جرات اظهار، د هغۀ حرارت، د هغۀ پښتنه مستي، د هغۀ قامولي او د هغۀ ځانته ځانګړتيا هم ده او عظمت هم او بله دا چې پۀ مشرق کښې زمونږ د فکر او جذباتو سرچينې شريکې دي دلته مونږ سټائل او اسلوب د يو بل نه بېلوي. مطلب دا چې پۀ تخليقي دنيا کښې د څۀ وئيلي نه د څنګه وئيلي اهميت زيات دےخو بيا هم غني چې خيام څنګه او پۀ کوم جذباتي انداز ياد کړے ، د خيام د کلام او د غني د يادولو انداز دغني او خيام پۀ حواله ګڼ مماثلتونه را مخې ته کېږي چې دا دي:

    (1) لکه د مثال پۀ توګه دواړه د خپل دور جرات مند او بې بدله تخليق کار هم دي او د دې سره سره د سائنس طالب علمان هم غني کۀ انجينئير دے نو خيام “مهندس” او داسې دواړه ژوند ته د سائنس د يو زده کوونکي پۀ حېث ګوري خو دواړه فطرتاً شاعران دي او د دواړو تعلق هم د “مشرق” سره دے. چرته چې روحاني روايت زيات مضبوط او قوي دے ځکه نو پۀ مادي سترګه ورته ګوري؛ د خپل تخيل پۀ زور پۀ کښې رنګونه اچوي او د شاعرانه تخيل پۀ لار ئې د روح غېږې ته ورسپاري ۔ دابقوريت عملبردار دا مست او مستانه تخليق کاران دا مستانه نعره هم لګوي چې دنيا خو څو ورځې ده نو بيا ښۀ پرېوانه د دې ښکلاګانواو ښائستونو نه مزې اخستل غواړي او بيا دغه همزاد او همراز هم د وجود پۀ لار د ښائست ښاپېرۍ د ګوتې نۀ نيولې د عشق پۀ غېږه کښې د “روح” د جمال اباد پۀ سېل وځي.او لکه د “بلبل هزار داستان” اسماني سندرې وائي. د وجود او روح پۀ دغه صفا مروه کښې لېونۍ منډه وهي او د خپل بې قراره او نا قلاره روح د لاسه ستړې ستړې، ريچې ريچې او بسمې بسمې د جانان غېږې له ورځي ځکه چې پۀ دغه دواړو کښې يو بل قدر مشترک دا دے چې:

    (2) د خپل شاعرانه سفر پۀ يو پړاو دواړه د “زبردست” روحاني اضطراب (Spiritual Crisis) ښکار شوي دي ځکه چې ژوند ته اپروچ ئې “مادي” او “وجودي” دے. مزاج ئې شاعرانه دے او “ماحول روحاني” خو دغلته چې کوم اضطراب را پېدا شوے دے، د هغې حل نۀ خو روايتي ملا سره شته او نۀ کوم پير، سره! او دا ځکه چې د دغه دواړو تخليق کارو ذهني سطح ( Intellectual Level ) ډېر اوچت دے او پۀ داسې حال کښې د دغه دواړو پۀ خپله خپله زمانه کښې څوک هم همزاد او هم سفر نشته ځکه خو دوي پۀ خپل خپل سمي، پۀ خپله خپله طريقه د ” عرفان ذات” پۀ لټون وتلي دي او پۀ دغه سفر کښې ورسره “تصور جانان” هم اوږه پۀ اوږه روان دے خو داسې ښکاري چې هغه ورسره پټ پټوڼے کوي او داسې روحاني اضطراب د دواړو تخليق کارانو نه داسې شاعري راويستې ده چې خپل مثال پۀ خپله دے. دا هم ډېره د حېرانتيا خبره ده چې دغه دواړه خپل قاري د روحاني اضطراب سره نۀ مخ کوي بلکې د مستۍ پۀ لار ئې کوشېروي او هم دا د دغه بې بدله تخليق کارانو يو بل اعجاز دے. او هم لۀ دې سببه دغه دواړه د خپل خپل دور د روايتي مليانو او سطح بين زاهدانو د فتوو ښکار شوي دي. د ملحد او ګستاخ الزامونه پرې لګېدلي دي او بيا وروستو د وخت سترو عالمانو دوي ته دخپل مخصوص انداز “روحاني” شخصيات او مفکرين وئيلي دي. پۀ غني او خيام کښې يو بل قدر مشترک د دواړو تخليق کارو د خوښې لغات او علامات دي، پۀ خصوصي توګه ساقي، خمريات، جانان او خمار. د دغه ټکيو پۀ وجود کښې دغه دواړو نوې نوې معنٰې ور پوکلي دي او د نوو نوو ناوياته روحاني دنياګانو سره ئې اشنا کړي دي.د دوي يو بل قدر مشترک د دوي جرات اظهار او ځانګړے اسلوب دے چې دوي دواړه ئې د خپل خپل عهد بې بدله شاعران ګرځولي دي.

    د دوي يوبل غټ مماثلت د “تقدير”پۀ حقله د دوي تصور دے . د تقدير مسئله تل د انسانانو او پۀ خصوصي توګه د نړۍ د مفکرينو ترمنځه د اختلاف سبب ګرځېدلې ده او داسې دې لړکښې دوه غټې ډلې جوړې شوې دي چې يوې ته “قدريه” او بلې ته “جبريه” وائي. خيام او غني دواړه د انسان د عظمت هم قائل دي، د ژوند د حرارت او مستۍ هم منونکي دي خو ځاے پۀ ځاے ئې د تقدير پۀ وړاندې د انسان د بې وسۍ او بې ارزۍ فرياد هم کړے دے او داسې پرې د “جبر” چپې راغلي دي خو بيا هم دمجهوليت ښکار شوي نۀ دي لکه د مثال پۀ توګه غني وائي:

    وېش د بل پۀ لاس دے کۀ تۀ خاندې او کۀ ژاړې

    او دا هم وائي چې ما وروستي پړاو له بيائي که زۀ ځم او کۀ زۀ نۀ ځم او هم دغه فرياد هم پۀ دې انداز کوي:

    پۀ وچ زور مې دې جهان ته راوستل وو

    ژوند خو نۀ ؤ، خو فقط حېرانېدل وو

    نۀ پۀ خوښه وم راغلے، نۀ ترې ځمه

    د دې جبر تګ را تګ نه څۀ حاصل وو؟

    (3) پۀ دواړو کښې يو بل قدر مشترک د دوي باده نوشي او جمال پرستي ده. د جمال خپله فلسفه ده او خپل خالق ته هم د ښائست او جمال پۀ لاره رسېدل دي. دوي دواړه خپل خالق سره لېونۍ مينه کوي خو دغه تعلق او تړون او د خپل رب سره دغه رشته د وېرې او تقدس پۀ بنياد نۀ ده” دا د حسن، ښکلا او مينې لاره ده. د روايتي شېخانو او مليانو نه بېخي بدله او ځانګړې ده. دې لړکښې د غني “لټون” او د خيام رباعيات لوستل ډېر ضروري دي. دا دواړه د کائناتي تکون پۀ حقله سوالونه هم ډېر پۀ جرات سره را وچتوي او هم د دوي زړونه پۀ خپل جانانه انداز جوابونه هم ورکوي. او اوس به د لټون نه دغني د خيام فهمۍ، خيام خوښۍ او خيام تنقيدۍ ځينې مثالونه د لوستونکو پۀ وړاندې کېږدو نو بيا به د خوشحال بابا پۀ لور ورځو، غني وائي:

    او هغه دے ولاړ دے پۀ ګلونو کښې خيام

    وائي ژوند خاورې ايرې دے بې د مينې او جانان

    ورو ورو غلے مې پۀ ولي باندې لاس کېښودخيام

    وي دې کوڅو کښې زۀ تلے راغلے يم پخوانه

    اے خيامه تۀ تش غم يې، تشه تېښته تل فرار

    تۀ د جام او ساقي بار ئې، يو خېشته رنګين انکار

    نوټ: “دلته پښتون” متحرک قام پرسته غني “خيام” باندې د مجهوليت او “فرار” الزام لګوي خو دا وټه او دا تنقيد ډېر وقتي او ډېر عارضي دے لکه چې دوه ياران پۀ ګپ شپ کښې پۀ يو بل وټه وائي:

    څنګه وښائم خيام ته

    څنګ د بل تالي پاتې

    کله تال مستانه د خيام شي

    کله سپور ماښامونه د غم

    خيال مستانه د خيام پۀ شان

    تلۀ دې مخمور ماه جبين هسې

    يوخوا قبا او تسبې؟

    بل خوا پياله او خيام؟

    ستا پۀ لاس خيام پۀ جام کښې

    بې خودي او دلبر يوړۀ

    ستا خپل د پښو د لاندې د نمرود د غلام وينم

    د خيام لاس کښې کچکول دے، د دله لاس کښې جام وينم

    دا شپه د خزان او خوب د بهار

    نشته د مجنون او پياله د خيام

    چې تۀ ټول مجنون مجنون شوې، زۀ هم ليلٰي ليلٰي شوم

    چې تۀ مرګ شوې او خيام شوې، زۀ شراب زۀ ګل اندام شوم

    چې خيام د مېخانې نه

    توبه ګار شي پۀ ماښام کښې

    را که چې وڅښکم او لېونے شم

    د نن ثواب ئې ټول د خيام شو

    لږ عېش، لږه ځواني، مال محبوبه، بس دغه وايه

    بس يو خيام خبروؤ نور ړاندۀ دي شاعران

    لېونے مخ د خيام دے

    کۀ يو مات د غنم کچکول

    کلۍ شي محبوبا د خيام رنګ

    کله شوے شان اهنګ دمنصور د چنګ

    تا کښې شرنګ هغه د ماښام نشته دے

    سرور پۀ سترګو کښې د خيام نشته دے

    رحم نۀ انصاف دے يو تدبير دے د دوام

    هر څوک ئې پکار دے کۀ خېټو دے کۀ خيام

    کله روح د مجنون او ساقي او پياله

    کله سر د خيام او ژړا او صحرا

    دغه “وئ” د غم او دغه “وخ” د همه ساز

    دغه د “خيام” او د “بلال (رض) ” د خلې اواز دے

    غاړه د اور او خيام

    شروع قيصه ده

    او ستار کښې شړنګ هغه د ماښام نشته دے

    سرور پۀ سترګو کښې د خيام نشته دے

    د کروړونو کالو لار به، يو تورتم کښې شي تمامه

    دغه وخت به عيسٰي مړ شي، ساه به وځي د خيامه

    يا د چا وړه ډېوکه، يا ګلاب ګوتو کښې جام شي

    د خيام لونګين خيال شي، د ساقي رنګين جمال شي

    خيال به د نسيم پۀ شان ګلونو له ماښام له تلو

    عقل مرور د حورو ساز له او خيام له تلو

    سرې سترګې ساقي د ساقي سرو سترګو کښې جام دے

    لاس پۀ ستار پروت لېونے مست لکه خيام دے

    قيصه دحسن هېره شوه مزه د مينې تېره شوه

    ملا بانګ د سبا وې اخر پۀ سول خيام شو

    غاړه د اور او خيام شروع قيصه ده

    د شاعر سُر او ستار مهين غږېږي

    کله د درياب، کله کوومه د خيام تپوس

    کړمه د غمونو، تلوسو نه د ارام تپوس

    نوې سپوږمۍ را ختلې ده، نوې سرور کښې خيام دے

    چونګ خاوره کوزه شي يا ډېوه شي او يا جام شي

    وړوکے غوندې سر کله قارون کله خيام شي

    ستا شراب د خاورو د کنډوله جوړ کړې جام

    ستا سترګې کړې جوړې د خرچوکي نه خيام

    دا مکه د سامري ده، خانان ډېر دي خيام نشته

    دلته رنګ نۀ رنګيني شته، نۀ شراب شته نۀ خيام

    د جمدون د تيارو ډک دے، دلته رنګ د خيام نشته

    او ستار کښې شړنګ هغه د ماښام نشته

    سرور پۀ سترګو کښې دخيام نشته

    رحم نۀ انصاف دے يو تدبير دے د دوام

    هر څوک ئې پکار دے کۀ خېټو دے کۀ “خيام”

    کۀ مونږ د غني دغه ټول شعرونه د زړۀ پۀ سترګو ولولو نو د غني پۀ روح کښې “خيام” د مستۍ، سرور، جمال پرستۍ، باده نوشۍ، قناعت او مينې يوه بليغه استعاره او يو بشپړ علامت دے او دا ځکه چې هغه هم د هغۀ مرشد دے او هم همزاد کۀ چرې زما لوستونکي د “خيام” رباعيات ولولي نو دغه ټولې خبرې او دعوېٰ به ورته يو پۀ يو سپينې شي او داسې به زما مقصد هم پوره شي.

    (3) او اوس غني او خوشحال (1613ز تا 1689ز)

    خوشحال بابا د پښتو ژبې يو بې بدله تخليق کار او د ګڼو خوبو مالک انسان ؤ هغه کۀ يو خوا د پښتو ژبې ډېر لوے او بې بدله شاعر او نثرنګار ؤ نو دې سره سره يو لوے حکيم، يو سر لښکر، يو مفکر، يو ننګيالے، يو سياستمدار، يو سردار، يو ماهرعمرانيات، يو ماهر نباتات، يو طبيب، يو ښکاري، يو ديني عالم، يو مورخ او څېړنکار هم ؤ. هغۀ کۀ دا دعويٰ کړې ده چې:

    پۀ پښتو ژبه چې ما علم بلند کړۀ

    د خبرو ملک مې فتح پۀ سمند کړۀ

    پۀ فارسۍ ژبه مې هم ژبه ګويا ده

    پۀ پښتو ژبه مې خلق بهرمند کړۀ

    قتلمې مې ورته سازې کړې د قندو

    د وربشيو پۀ ډوډيو چې چا شخوند کړۀ

    نو دا دعويٰ ئې بې ځايه نۀ ده. د پښتو شاعرۍ له هم هغۀ يو نوے ژوند، نوے رنګ، نوے اهنګ، نوې لارې نوے لورے او اسلوب ورکړو او دا ئې د ژوند د ټولو رنګونو سره اشنا کړه هم داسې ئې قام لۀ د “دستارنامې” پۀ صورت کښې د سياسياتو او سوشيالوجي يو داسې کتاب ورکړو چې د پښتو د سماجي نظام او د بابا د مطالعې پۀ رڼا کښې يو دستور او ائين حېثيت لري. هم دغه سبب دے چې علامه محمد اقبال د مۍ 1928ز پۀ اسلامک کلچر نومې رساله کښې د بابا پۀ حقله ليکي:

    Kushal Khan Khattak

    The Afghan warrior poet

    د سرخط لاندې ليکلي چې :

    He has a versatile mind and wrote on various Subjects, Such as Poetry, Philosophy, Ethics, Medicine and his own auto biography which is unfortunately lost, throughout his poetry, The major portion of which was written in India and during his struggle with The Mughals, breathes The spirit of early Arabian poetry we find the same simplicity and directness of expression the same line of freedom and were the same critics to life.

    او هم علامه صاحب بابا ته پۀ فارسۍ کښې پۀ دې ټکيو درناوے ورکوي:

    خوش سرود آن شاعر افغان شناس

    آن که بيند بازگوئدبے هراس

    آن حکيم ملت افغانيان

    آن طبيب علت افغانيان

    راز قومے ديد و بے با کا نه گُفت

    حرف حق باشوخي رندانه گفت

    کله چې خوشحال بابا ظالم اورنګ د خپلو وروڼو قاتل شکي مزاج اورنګ پۀ ګواليا او رنتهبور کښې هېڅ بې هېڅه بندي کړو. د 1074ز تا 1076ز) او بابا پۀ دې نتيجه ورسېدو چې د وخت دا سامراج د پښتون قام د هډ دښمن دے خو مونږ لکه د دهوبي پۀ دهوبي ګاټ کښې يوبل له راخلاصوي او خپله د بادشاهت مزې اخلي نو هم پۀ دغه قېد کښې لکه چې يو بل خوشحال وزېږېدو. د اورنګ دغه ظلم پښتون قام سره ډېر ښۀ هم وکړل چې زمونږ “بنوع” او جينئس ئې مونږه ته را واپس کړو او هم پۀ دغه بند کښې بابا دا فېصله وکړه چې:

    پس له بنده دے دا عزم

    د خوشحال دخاطر جزم

    يا نيولے مخ مکې ته

    يا مغلو سره رزم

    او بيا دغه فعال، ننګيالي او مبارز خوشحال دغه دوېمه لاره اختيار کړه چې د استعمار پۀ ضد ئې توره را واخسته او اعلان ئې وکړو چې:

    د افغان پۀ ننګ مې وتړله توره

    ننګيالے د زمانې خوشحال خټک يم

    او دا چې:

    هره چاره دپښتون تر مغل ښۀ ده

    اتفاق ورسره نشته ډېر ارمان

    د بهلول او د شېرشاه خبرې اورم

    چې پۀ هند کښې پښتانۀ وو بادشاهان

    يا هغه پښتانۀ نور وو دا څۀ نور دي

    يا د لوے خداے دے هم دا رنګې فرمان

    اتفاق کۀ پښتانۀ کښې را پېدا شۀ

    زوړ خوشحال به شي پۀ دا خبره ځوان

    هم دغه خوشحال د غني خان بابا ائيډيل او قامي مبارز دے او هم دغې خوشحال بابا ته غني داسې مخاطب دے.

    د خټکو لويه خانه، دهمه پښتون سرداره

    اے غم ګيره د غمژنو د پرېوتومدد ګاره

    آ حجره چې تۀ ئې خان وې، آ کاروان چې تۀ ئې مير وې

    آ حجره پۀ ورانېدو ده، آ کاروان دے بې مهاره

    ستا پۀ اوښکو زرغون شوے، ستا پۀ وينو پائيدلے

    هغه باغ لوغړن پروت دے، بې بلبله بې بهاره

    بيا د ننګ توره تېرۀ کړه، بيا ننګياله دا دېره کړه

    شه رضا مرور خانه، شه پخلا دلګير سالاره

    او د خټکو پۀ حقله وائي چې:

    د خټک د نرمې ږېرې

    هر ويښتۀ خوشحال خوشحال دے

    او چې کله ئې د عدم تشدد علمبردار پلار او د قام ستر مصلح او نهضت ګر لاريون کوي نو دغه وخت ډېر پۀافسوس سره خوشحال بابا ته وائي:

    راشه راشه اے خوشحال بابا

    اے خالده وګوره

    خوشحال بابا کۀ يو خوا، غني د قام سالار او مبارز ګڼي نو بلخوا د شلمې پېړۍ پۀ غني او د اوولسمې عيسوي پېړۍ پۀ دغه پښتون مبارز کښې ډېرې خبرې يو شان او مشترکې هم دي.

    (1)          لکه دمثال پۀ توګه دواړه د خپل خپل عصر لوے او منفرد شاعران دي.

    (2)          دواړه صاحب طرز نثرنګاران هم دي.

    (3)          دواړه خانان دي خو خويونه ئې د دروېشانو دي. نۀ چرې پۀ خوشحال بابا د سردارۍ باوجود “زکات” فرض شوے ؤ او نۀ غني د دنيادارۍ سره څۀ رغبت لرلو.

    (4)          دواړه د قام لپاره د وخت د استعمار خلاف ودرېدلي دي او دواړه هم د زمانې د استعمار او غليم دلاسه د جېل د تورو تمبو شاته تلي دي خو فرق صرف دومره دے چې يو جېل ته د تلو نه اګاهو د قام پۀ ننګ ولاړ وو ځکه چې محترم پلار ئې د هغۀ پۀ ضد مبارزه کوله او بل چې کله د وخت استعمار او ښکيلاک د جېل د تورو تمبو شاته بندي کړو نو پۀ پته پوهه شو چې:

    بله هېڅ ليدلے نۀ شي تر دا مېنځه

    يا مغل دمېنځه ورک يا پښتون خوار

    (5)          دواړو د جېل د تورو تمبو شاته کتابونه ليکلي دي. خوشحال بابا کۀ پۀ جېل کښې “دستارنامه” ليکلې ده او د قېد او بند دردونه ئې پۀ فراق نامه کښې خوندي کړي دي. نو غني د غليم پۀ پنجره کښې “د پنجرې چغار” کړے دے.

    (6)          دواړه د يو تخليق کار پۀ حېث د خپل ځانګړي اسلوب او سټائل سختنان دي او خپل فني قالبونه او چوکاټونه ئې ساز کړي دي.

    (7)          دواړه د غليم پۀ ضد د قلم سره سره د “تورې” د استعمال پلويان دي. کۀ خوشحال بابا د مغل خلاف توره را خستې ده نوغني هم پۀ ملک کښې د بې وسه او بې ارزه زلمو د پاره “پښتون زلمے” جوړ کړے دے.

    (8)          دواړه قام د غليم خلاف را پاروي او پۀ مبارزه ئې اماده کوي کۀ يو وائي چې :

    کۀ خازي شنې مې پۀ قبر وي ولاړې

    چې غلام مړ يم راځئ توکۍ پرې لاړې

    نو بل هم سوونه کاله اګاهو دا اعلان کړے ؤ چې:

    د افغان پۀ ننګ مې وتړله توره

    ننګيالے د زمانې خوشحال خټک يم

    کۀ يو وائي چې:

    سرداري نۀ کېږي د تورې د مستۍ نه بغېر

    الله ليدے نۀ شي د حسن پرستۍ نه بغېر

    نو بل هم سوونه کاله اګاهو وئيلي دي چې:

    پۀ جهان د ننګيالو دي دا دوه کاره

    يا به وخوري ککرۍ يا به کامران شي

    او دا چې :

    د خوشحال خټک خو ښکلے مخ پکار دے

    کۀ د سوات کۀ د پکلۍ کۀ د بونېر وي

    (09)        خوشحال بابا چې کله نثر ليکي يا قام ته پېغام ورکوي نو ډېر پۀ سنجيدګۍ سره ئې ورکوي خو چې کله روماني شاعري کوي نو بيا د هېڅ پرواه نۀ کوي. هم دغه شان غني هم ازاد خياله او بې پرواه دے.

    (10)        د دواړو “محبوب” معلوم دے. د بُوسو لاندې ئې اوبۀ نۀ دي بوتلې او نۀ ئې “امرد پرستي” کړې ده. د دواړو “ښځينه شاعري” لکه د اروپا يا زړو عربو شاعرانو د ټولو اخلاقياتو يا د اخلاقي بندونو نه ازاده ده. نۀ ئې دې لړکښې د مصلحت نه کار اخستے او نۀ د منافقت نه .

    د دواړو محبوب معلوم دے چې ښائسته “ښځه” ئې خوښه ده او لکه د حميد مومند او علي خان بابا “امرد پرسته” نۀ دي او نۀ پۀ مېنځ کښې ولاړ دي. نۀ لکه د کاظم خان شېدا افلاطوني عشق کوي. کله چې روماني شاعري کوي نو دواړه خپل ګاډے ښۀ پۀ خلاص مټ پۀ کچه ګرځوي.

    جرات اظهار د دواړو “خاصه” ده لکه څنګه چې پۀ زړونو سپين دي هم داسې پۀ خولو بې باکه او نران دي. شپ شپ نۀ کوي. صفا وائي چې دا “شلتالو” دے.

    دواړو هم پۀ ښځينه شاعرۍ کښې د ښځو پۀ قسمونو او خويونو ښۀ پۀ خلاص مټ وېنا کړې ده. او هم ئې د دې د “بدن” ښکلاګانې ستائيلي دي. او دې لړکښې ئې پۀ “اوړو بوڼۀ” نۀ دي دوړلي.

    دواړه هم د ښځو ستائنه کوي او هم د ځينو ښځو د بدو خويونو غندنه او ښۀ پۀ خلاص مټ ئې کوي. پۀ پښتو شاعرۍ کښې اکثر شاعران د عاشق پۀ حېث بېخي د “مجهوليت” ښکار دي او محبوبې ئې هم پۀ عجيبه رنګ کښې پېش کړې دي اوس کۀ دا خبره پۀ مصلحتي اخلاقياتو او منافقانه رويو کښې “ښۀ ده” او “کۀ بده” خو دواړو شاعرانو ښۀ پۀ جرات سره پۀ روماني شاعرۍ کښې د “نسواني حسن” ستائنه هم کړې ده او صفا صفا اظهار ئې هم کړے.

    غني خو بيا هم څۀ لږه ډېره ګزاره کړې ده. خوشحال بابا خو لکه د زړو عربو شاعرانو دې لړکښې هر څۀ وئيلي دي کۀ يو د نن نه سوونه کاله اګاهو دا اعلان کوي چې:

    توره چې تېرۀ شي نو ګزار له کنه

    زلفې چې ول ول شي نو خپل يار لره کنه

    شېخ دې مونځ روژه کړي زۀ به ډکې پيالۍ اخلم

    هر سړے پېدا دے خپل خپل کار لره کنه

    او دا چې:

    زۀ خوشحال کمزورے نۀ يم چې به ډار کړم

    پۀ ښکاره نعرې وهم چې خولۀ ئې را کړه

     نو غني هم د بابا نه وروستو نۀ دے هغه ساقي ته وائي:

    راشه راشه ساقي راشه

    درې درې ملا درې

    پۀ ما باندې بدې لګي

    ستا پخې پخې خبرې

    تۀ د مينې بې خبره

    تۀ د حسن نه منکرې

    دا محفل دے د رندانو

    ساقي سترګوکښې مسکۍ شوه

    بيا ئې د خيال کېښوې وزرې

    پۀ تُل مسته مسته راغله

    سرې پاپۍ ئې دکمترې

    ستا اووۀ واړه جنته

    د دې دوه د ناز خبرې

    ستا وعدې اوږدې د حُورو

    دلته سرې شونډې شکرې

    ستا د سُور دوزخ د وېرې

    جانانه مېخانه درکړم

    واخلم ستا کندې کپرې

    مُلا تا څښکلي نۀ دي

    نرۍ سرې شوندې کافرې

    ستا پۀ غېږ کښې ناستې نۀ دي

    د کالو ډکې کمترې

    د جومات پۀ چارچوبۍ کښې

    يادوه پردۍ تورسرې

    راشه راشه لېوني لۀ

    جام وچت کۀ مسلمان شه

    د رندانو پۀ مذهب شه

    جنتي پۀ دې جهان شه

    او دا چې:

    ما پۀ ګل کښې وليد

    چې تۀ ئې نۀ مومې کتاب کښې

    اے ملا ستا نيم کتاب مې

    واورېد پۀ رباب کښې

    ستا پګړۍ د عقل

    زما تاج د لېونتوب پۀ سر

    تۀ ئې پۀ غاړه ژاړې

    زۀ غوټې وهم درياب کښې

    او اوس اقبال او غني

    اقبال: (9 نومبر1877 تا 21 اپرېل 1938ز)

     اقبال او غني دواړه د شلمې پېړۍ لوے شاعران دي د دواړو پۀ کلام کښې تفکر هم شته او د تخيل الوت هم. پۀ کلياتوکښې “غني خان” پۀ علامه اقبال يو نظم هم ليکلے دے او د هغۀ دوه نظمونه ئې هم ژباړلي دي. کۀ وکتلے شي نو د خپل وخت يو لوي تخليق کار د بلې ژبې يو داسې تخليق کار ته دعقيدت پېرزوئنې وړاندې کوي چې د دواړو سياسي لارې جدا جدا وي ولې د عشق، حسن او د مرګ او ژوند پۀ حقله د دغه دواړو پۀ خيالاتو کښې ډېر مماثلت هم دے ګو چې د غني قام پرستي د هغۀ جرات اظهار او د هغۀ خپل اسلوب د هغۀ روماني شاعري او د هغۀ ازاد خيالي ځانته يوه خپله لاره ده ولې پۀ دغه دواړو کښې ډېر څيزونه مشترک هم دي ځکه خو غني د اقبال دوه اهم نظمونه د “ترجمه د اقبال” او “ميلاد ادم” ژباړلي دي.

     د ميلاد ادم نومې نظم ژباړلو کښې د غني خان مقصد دا ؤ چې د اقبال د انسان پۀ عظمت او د دغه عظمت پۀ سبب کوم ايمان او ايقان ؤ هغه د غني خان غوندې دستر تخليق کار زړۀ ته پرېوتے ؤ. لوستونکي دې دغه وړوکے شعر پۀ خپله ولولي نو پۀ نتيجه به ورسي “اقبال” وائي:

    عشق کړه چغه چې پېدا شو لېونے ځيګرپېدا شو

    حسن ورپېد د وېرې چې د تول نظر پېدا شو

    يوه چغه د دې خاورې د اجل تيارو ته لاړه

    اے پردو کښې پټو واورئ پرده سوزشرر پېدا شو

    اوفطرت حېران خفه شو چې د دې خاورې مجبورې

    ځان جوړونکے ورانونکے ځان ليدونکے سر پېدا شو

    پۀ يوځائے کښې د اقبال دعشق او حسن د اپروچ پۀ حقله غني خان بې ساخته وائي:

    دا پخوا اقبال زمانه

    ډېرخېشته رنګ کښې وئيلي

    پۀ غني او اقبال کښې چې کومې خبرې د اسلوب او اپروچ د ځانګړتيا باوجود مشترکې او يو شان دي هغه پۀ لنډو ټکيوکښې دادي:

    (1)          دواړه دخپل عصر لوے تخليق کار دي

    (2)          دواړه د انساني عظمت منوونکي او حريت پسند دي

    (3)          دواړه د “مُلا” او “زاهد” د تنګ نظرۍ او بدنيتۍ نه “نالان”دي او ښۀ پۀ جار ئې ردکوي.

    (4)          دواړو لکه د نړۍ د هر تخليق کار روايت نه مخ اړولے دے او پۀ موجودلغاتو کښې ئې نوې نوې معنې اچولې دي .

    کۀ اقبال د نظر، خبر، عشق او وغېره غونده زړو لغاتو کښې د خپل تخيل پۀ زور نوې معنې ور اچولې دي نو غني هم عشق، خمار، جانان، ساقي او مستۍ غونده ټکيو سينه شلولې ده او د خپل تخيل پۀ زور ئې پۀ دغه ټکيو کښې نوې معنې ور اچولې دي.

    دواړه پۀ بنيادي توګه شاعران دي خو اقبال کله پۀ شعوري توګه د مفکر حېثيت اختيار کړي نو کله کله لږ شان سطحي هم شي او د فکري تضاداتو هم ښکار شي. بلخوا غني اول شاعر دے او وروستو مفکر دے ځکه نو د هغۀ “تضادات” هم فکري او سطحي نۀ دي بلکې دغه Intellectual crisis دي او غني خپل دغه Crisis پۀ خپله د خپل روح پۀ زور حل کړي دي .

    (5)          دواړه پۀ حرکت او حرارت يقين لري.

    (6)          دواړه د خداے پۀ مينه مست دي او عشق ئې د يو تخليقي فعليت پۀ صورت کښې پېش کړے دے.

    (7)          دواړو مزاحيه شاعري هم کړې ده. او دې لړکښې ئې د انسان نزدې ګاونډيان ځناور مخاطب کړي يا بيان کړي دي خو د اقبال پۀ مقابله کښې دغني مزاحيه شاعري زياته جانداره او ژوندۍ ده. البته دعشق پۀ حواله د دواړو شاعرانو پۀ مقام او مرتبه کښې د لوي او وړوکي فېصله کول ډېر ګران دي. د غني “قام پرستي” زياته حقيقت پسندانه او فطري ده او د اقبال تصور محض يو”رومانس”دے. البته د دواړو حريت پسندي، فعاليت او پۀ انساني عظمت ايقان د يوې سطحې دي.

    (8)          د دواړو عقل دښمني او عشق پرستي هم مشترکه ده.

    (9)          د ژوندا و مرګ فلسفه ئې هم تر ډېره حده يو ده خو د حسن پۀ حقله د دواړو “نظر” جدا جدا دے.

    نواوس هسې د تبرک د پاره د دواړو څو شعرونه وړاندې کوم او خبره را ټولومه.اقبال وائي:

    موت کو سمجهے ہے غاقل اختتام زندگى

    ہے یہ  شام زندگى صبح دوام زندگى

    او غني خان هم دغه خبره پۀ خپل انداز کښې پۀ دې رنګ کوي:

    نۀ منم نۀ منم مرګ انجام د هستۍ نۀ دے

    خلاصېدل شراب پۀ جام کښې اختتام دمستۍ نۀ دے

    او دا چې:

    مرګ هغه وعده ده چې جانان کېښوه جانان سره

    مرګ پټه نکاح ده د مکان د لا مکان سره

    اقبال وائي:

    بے خطر کو د پڑا آتش نمرود میں عشق

    عقل ہے محوتماشائے لب بام ابهى

    او غني وائي:

    عقل عقل څۀ دے کفر کفر دے

    عقل چې ئې ګېر کړي دے غلام غلام زما

    لنډه دا چې دا دواړه شاعران د شلمې پېړۍ داسې تخليق کار دي چې د مغرب د يلغار او د انسان د بائيللي روحاني توان او اعتماد د بحال کولو هڅه هم کوي او د دۀ ديواليه شوي روحاني دنيا د ابادولو کوشش هم او د دې سره د ازادۍ او حريت پسندۍ علامتونه هم دي.

    قلندر مومند(1930ز تا فروري 2003ز)

    صاحبزاده حبيب الرحمان قلندر مومند د شلمې پېړۍ د پښتو ادب يو ډېر لوے نوم دے. پۀ نظرياتي توګه اشتراکي ؤ. خو پۀ يوه زمانه کښې د يو قوم پرست دانشور پۀ حېث باچاخان او بيا د خان عبدالولي خان سره هم ډېر نزدې پاتې شوے ؤ. دے يو ښۀ څېړنګار، تکړه صحافي، مترقي شاعر، لوے افسانه نګار او لغت نويس ؤ. پۀ مودو مودو ئې د “مرکې” پۀ نوم يو ادبي تنظيم چلولے دے او دغلته ئې د پښتو ژبې خدمت هم کړے دے او د ځوانانو اديبانو شاعرانو روزنه ئې هم کړې ده. د خپل دور دغه نمائنده شاعر او اديب د “خان” يو نزدې ملګرے هم، پۀ کلياتو کښې چې د هغۀ پۀ نوم کوم اوږد نظم دے او “خان” پۀ کښې هغه مخاطب کړے دے د هغې شاليد مونږته دا ښائي چې غني خان قلندر سره يو جذباتي او پۀ ځينو حوالو يو خاص فکري تړون لري. دغه نظم کښې پۀ ډېر تخليقي انداز کښې د قلندر سره د خپل جذباتي تعلق سره سره پۀ اشارو کنايو کښې هغۀ سره ځينې اهمې سياسي او قامي خبرې هم کوي او دا دوو ملګرو، د خپل عهد د دوو نمائنده تخليق کارو او پوهه انسانانو پۀ نفسياتي او فکري اړخ هم رڼا اچوي دا يوداسې ليکوال دے چې د خان خاص ملګرے دے.

    “خان” پۀ خپل مخصوص انداز کښې مخاطب کړے دے. پۀ دغه نظم کښې “خان” قلندر مومند ته پۀ يوه موقع وائي:

    څۀ پۀ پته پوے شوې چې دا ښکته ځي کۀ بره

    دې کښې څۀ واره شته چې سړے وکړي خبره

    لسو بلاګانو کښې ده کومه بلا غوره

    او وروره قلندره

    ما نه خفه شوے، کۀ خفه ئې د اشنغره

    کله کله مونږ له هم راځه د پېښوره

    ښۀ وي چې ياران وي د سړي تکړه غاوره

    نوم، ناموس او خوئي او همه خونه معتبره

    خو يو پۀ کښې پکاردے دا زما غوندې بې سره

    دا پۀ کښې کنجکه چې ساتي مو د نظره

    او وروره قلنده

    دا ناتاره خبره

    ګټې د زندان او قلا دواړه د يو غره

    او وروره قلندره

    دا خو څوک دمټه غواړي څوک ئې د ځيګره

    زۀ کمزورے ښۀ يم کمزور وي بې ضرره

    مونږ نۀ بل وژلے شو نه ځان له لرو زغره

    او وروره قلندره

    کتابيات

    (1)          اقبال او غني خان کى شاعرانه مماثلتين از گوهر رحمان نويد يونيورسټى پبلشرز پشاور اکتوبر1914ز

    (2)          پختو، پختون اور پختونولى از نورالامين يوسفزے عامر پرنټرپشاور 17 اگست 2015ز

    (3)          مجله “پختون” مارچ 2020ز باچاخان مرکز پشاور

    (4)          غنى نامې اياز الله ترکزے امن پرنټرز پشاور باچاخان مرکز پشاور مارچ 2019ز

    (5)          کليات غني د قومونو او قبائيلو وزارت کابل 1364/ 1985ز

    (6)          درې نهضت ګر از نورالامين يوسفزے امن پرنټرز پشاور باچاخان مرکز جنورى 2019ز

    (7)           دارسطو نه تر ايليټ ، ژباړه او لنډيز نورالامين يوسفزے اعراف پرنټرز محله جنګي پېښور نومبر2019ز

  • د عبدالکريم مظلوم “څهرې” – ډاکټر محمد همايون هما

    د عبدالکريم مظلوم “څهرې” – ډاکټر محمد همايون هما

    د ستر ډرامه نګار، د ال انډيا رېډيو ياد براډ کاسټر او د پښتو رېډيائي ډرامې وړومبے فنکار عبدالکريم مظلوم (1901-1946) د کتاب نايابه نسخه ترلاسه کېدل زما د ژوند داسې واقعه وه چې زۀ ئې د مودو ارماني وم. “څهرې” ما پۀ 1962ز کښې لوستې وه. ما ته ياد دي چې دا کتاب پۀ وړوکي سائز کښې د هغه وخت پۀ ارزان بيعه کاغذ چاپ ؤ. چې ما کله د ملګري محقق ډاکټر خالد خان خټک مضمون “پښتو ډرامه يو نوے نظر” “پاڅون مردان” مارچ، اپرېل 2017ز کښې وکتو نو هغه پۀ کښې ليکلي وو.

    “د عبدالکريم مظلوم د شپږو ډرامو يوه مجموعه د “څهرې” پۀ نوم د دهلي نه شائع شوې وه چې يو ناياب نقل ئې ماسره شته”. پۀ دې خبره زۀ ډېر زيات خوشحاله شوم. ښۀ وه ډاکټرخالدخان د خپل يو نزدې خپلوان غازي الرحمان قلندر چې داطلاعاتو محکمه کښې ډوېژنل ډائريکټر ؤ او زما مينه وال دے، پۀ لاس ما ته را ولېږله.

    “څهرې” پۀ کال 1944ز کښې د دهلي نه د يو زر پۀ تعداد کښې چاپ شوې او خوره کړې شوې وه. خو له بده مرغه د دې يادګاري او تاريخي کتاب يوه نسخه هم د پښتونخوا پۀ لائېبرېرو کښې نۀ بيا موندے کېږي. بلکې د مظلوم خپل کور کښې خلقو سره هم نشته.

    پۀ يقين سره وئيلے شم چې د “څهرې” پۀ کال 1944ز کښې داولني اشاعت نه پس 75 کاله پس د دې کتاب دوېم ايډيشن ما پۀ کال 2018ز کښې د خپل 64 صفحاتو مقدمې سره چاپ کړو. زما دا ليک د دغې مقدمې يوه برخه ده چې زۀ ئې د “پښتون” پۀ پاڼو د لوستونکيو لپاره وړاندې کوم.

    تر دې وخته د “څهرې” انګازې خو اورېدې شوې ولې کتاب د چا د نظر نه تېر شوے نۀ ؤ. نو ځکه د پښتو تحقيق کارانو چې د څهرې پۀ حقله څومره تبصرې کړې دي نو هغه ټولې هوائي او پۀ اورېدلو خبرو اډاڼه وې. دلته مونږ د نظر نه تېرې شوې دغه تبصرې وړاندې کوو.

    رضا همداني د ماهنامه قند ډرامه نمبر (1960) کښې چاپ پۀ خپله بې شانه درنه تحقيقي مقاله کښې پۀ څهرې مونږ ته دا معلومات را کوي.

    “د مظلوم مرحوم د رېډيو ډرامو يوه مجموعه د “څهرې” پۀ نوم موجود ده. دې کتاب کښې د مظلوم يوولس ډرامې دي. څهرې د پښتو رېډيائي ډرامو اولنۍ مجموعه او وړومبے شکل ؤ”.

    مرحوم ډاکټر محمد اعظم اعظم “پښتو ادب کښې کردار نګاري” کښې ليکي، “د پښتو ډرامې د ارتقاء پۀ لړۍ کښې د ښاغلي عبدالکريم مظلوم د رېډيائي ډرامو مجموعه “څهرې” هم يو لوے مقام لري. دا کتاب د ډېرې مودې نه ناياب دے. خو د ښاغلي مظلوم زوي مختار احمد زاهد د قند مردان پۀ ډرامه نمبر 1960ز کښې د خپلې مقالې “زما پلار او پښتو ډرامه” کښې د مظلوم د ډرامې “کورنے عدالت” ذکر کړے دے خو دغه ډرامه پۀ څهرې کښې چاپ نۀ ده. زاهد ليکلي دي چې ما سره د مسودې پۀ صورت کښې پرته ده .

    ډاکټر مصطفي کمال پۀ خپل کتاب “پښتو ډرامه يوه مطالعه” 1935ز پۀ حواله د عبدالکريم مظلوم نوم د هغۀ د رېډيائي ډرامو د مجموعې څهرې چاپ لړ کښې د زياتې يادونې جوګه دي پۀ کومه کښې چې د هغۀ “پښتون شاعر”، “بانډينےنائي”، “وکيل”، “بيمه اېجنټ” پۀ شمول ټولې شپږ ډرامې پۀ يوسل شپږو مخونو د دنيا نظر ته وړاندې کړې دي.

    ګل محمد بېتاب د رشيد احمد پۀ تحقيقي زيار “د پښتو ډرامې سل کاله” د سر خط لاندې پۀ “څهرې” خپله دا رايې څرګنده کړې ده.

    “داسې اورو چې دغې مجموعه کښې شپږ ډرامې دي. د پښتو د تحقيق کارانو پۀ څهرې د بره ورکړے شوي تحقيقي نظر زۀ د خپلې تبصرې نه ځان پۀ ډډه کولو صرف دومره قدرې وايم چې . . . .

    پۀ “څهرې” کښې شپږ ډرامې پۀ دې ترتيب چاپ دي.

    پښتون شاعر، بانډينے نائي، نوکره بلا، وکيل، بيمه اېجنټ، ادبي جلسه”.

    څهرې پۀ 12×18 سائز کښې د 134 مخونو کتاب دے. کاتب لکه چې د کتاب 136 مخ ليکلي دي. دا ډرامې مظلوم پۀ خپل لګښت د ارمي پرېس دهلي نه چاپ کړې دي او د ترلاسه کولو لپاره ئې پۀ دغه مخ پښتو خانه “141” بيمارپور دهلي پته ورکړې ده. پښتوخانه پۀ دهلي کښې د مظلوم د اوسېدو ځاے معلومېږي. د کتاب پۀ دوېم مخ پۀ غټو ټکيوکښې ليکلې څهرې لاندې عبدالکريم مظلوم تنګے چارسده درج دے او د دې نه لاندينۍ کرښه اول بار د چاپ شمېره يک هزار او قيمت ئې يوه روپۍ اتۀ انې ليکل شوې ده. د کتاب تړون د مردان د نوموړي ادبي شخصيت او صاحب ديوان شاعر محمد اسلم خان کمائي (1886-1962) پۀ نوم شوے دے. پۀ يو مخ خور پۀ ليک کښې د کمائي د علم و فضل د ذکر سره د هغه د ادبي خدماتو او پښتو سره د مينې بيان دے. پۀ درېم او څلورم مخ پۀ سربيان کښې مظلوم د پښتو ژبې د بې ارزۍ پۀ لړکښې د ليکوال د ذمه وارو ذکر کړے دے او ليکلي ئې دي چې پۀ ملک کښې هنرمندان کافي دي او ليکل نۀ غواړي نو بدقسمتي به نور څۀ ته وايو.

    کله چې پۀ کال 1935ز پۀ پېښور کښې رېډيو سټېشن جوړشو نو مظلوم د هغې سره وابسته شو. د هغې نه وړاندې هغۀ به خواري مزدوري کوله. د تنګي عبدالله خان د جائيداد کارداري کړې وه او چې کله باچاخان د انجمن اصلاح الافاغنه بنياد کېښود نو مظلوم د خپلو “څهرې” له کبله د دغې انجمن سېکرټري شو. د خپلواکۍ پۀ جدوجهد کښې مظلوم د يو کال لپاره قېد هم وخوړو.

    د مظلوم ليکلې شوې ډرامې به د پېښور رېډيو نه نشر کېدې. د مظلوم دا عادت ؤ لکه چې زاهد ليکي “د خپلو تخليقاتو نقل به ئې ځان سره نۀ ساتلو. پۀ کال 1939ز کښې چې کله د مظلوم بدلي ال انډيا دهلي ته وشوه نو هلته به ئې هم ډرامې ليکلې او پېش کولې. د دهلي رېډيو نه به هفته کښې يوه ډرامه ضرور نشر کېده او اکثر به دا ډرامې د مظلوم ليکل شوې وې.

    1935 نه 1945 پورې ښائي چې د مظلوم د رېډيائي ډرامو شمېره به سلګونو ته رسېدلې وي خو هغۀ به د خپلو تخليقاتو نقل نۀ ساتلو.

    د دغې عادت پۀ وجه پۀ چاپ صورت کښې مونږ ته د هغۀ ايله “څهرې” کښې چاپ شپږ ډرامې را رسېدلي دي. زاهد د هغه د نورو ډرامو، “کورنے عدالت” او د “دوؤ ښځو خاوند” ذکر هم کوي خو مسودې ئې نه بيا موندې کېږي. دغه رنګ “د وينو جام” نومې ډرامه هم د مظلوم تخليق دے خو دا يو جدا بحث دے او پۀ دې به کۀ خېر وي بيا چرته خبرې وکړو.

    اه جهانګير عادل!

    مشران وائي بلکې د پښتو يو ډېر مشهور متل دے چې ” سل دې ومره، يو دې مۀ مره”۔ دا متل د هر چا لپاره سم نۀ راځي ځکه چې دې کښې د کار سړي ته اشاره ده ۔ او کله چې د کار سړے رخصتېږي او له نړۍ کوچېږي نو سترګور ورپسې خفه کېږي ۔ هم دغه شان يو د کار سړے جهانګير عادل هم زمونږ نه د جولائي پۀ نهويشتمه نېټه د سړک پۀ يوه بدنصيبه پېښه کښې تل لپاره وکوچېدۀ ۔ خداے بخښلے نۀ صرف يو د اعلي پائې فنکار ؤ بلکې پۀ خپله ژبه، قام او خاورې هم مئين ؤ او د دې وجه دا وه چې نۀ صرف دے بلکې پلار پۀ نيکۀ د باچا خان د خدائي خدمتګارې ډلې ملګري وو۔ چې چرته هم د قام، ژبې او خاورې خبره راغلې نو جهانګير عادل هلته ځان رسولے ۔ جهانګير عادل فنکار ؤ چې پۀ ټي وي، رېډيو او سټېج ئې د ياد وړ کارونه ترسره کړي دي ۔ پښتون چې فنکار وي او خدائي خدمتګار هم وي نو زړۀ ئې بيا ډېر حساس شي ځکه چې کۀ يو خوا حساس وي نو بلخوا پوهه هم وي ۔ هم دغه وجه ده چې خداے بخښلي جهانګير عادل پۀ هره موقع د خپل غريب اولس سره سره د خپلو غريبو فنکارانو لپاره غږ پورته کړے دے او د دوي اواز ئې تر خپله وسه اعلي چارواکو ته رسولے ۔ د جهانګير عادل خلا پوره کېدل ګران دي ۔ خداے دې هغه جهان خشته کړي ۔

    (امين)

  • د تنګ نظرۍ دا خيرنې چشمې لرې کړئ – ساجد ټکر

    د تنګ نظرۍ دا خيرنې چشمې لرې کړئ – ساجد ټکر

    تا خو باچا خان د نصابونو نه ويستلے دے

    راشه کنه ځه زمونږ د زړونو نه ئې وباسه

    (سجاد ژوندون)

    پوهه خلق پۀ خپلو اتلانو وياړي او چې څوک دا خبره نۀ مني هغه ژاړي . قيصې نۀ کوم او مقصدي خبرې لۀ راځم . پېښور کښې بلها چوکونه دي ځکه چې لوے ښار بلکې د ښارونو ابا دے. دلته يو مشهور چوک دے چې پۀ “باچا خان چوک” مشهور دے . دا د دنيا بلکې د ژوندۍ دنيادستور دے چې پۀ څۀ نا څۀ ډول د خپلو اتلانو نومونه ژوندي ساتي، کۀ عقيدت ورسره لري نو درناوے هم ورته لري، که ناز پرې کوي نو نازوي ئې هم، کۀ مني ئې نو پۀ لار ئې هم ځي . او هم دغه وجه ده چې پوهان او لوستي خلق بيا پۀ دې خبره زور راوړي چې د مشاهيرو ياد دې تازه وي ترڅو ځوان کهول د خپلې ماضۍ نه خبر وي ځکه چې دغه خلک د نور هېڅ هم نه بلکې د خپلې زورورې مبارزې پۀ زور ژوندي وي . باچا خان صرف د دې سيمې نه بلکې کۀ څوک د تنګ نظرۍ چشمې کوزې کړي او د دې سړي کړاوونو، زيار، منډو ترړو او سختيو ګاللو ته وګوري نو د نړۍ پۀ کچ ولاړ يو دېو قامت مبارز، سياستدان، لارښود او د قام پۀ غم غمخوار اتل به وويني . دا د نړۍ داسې بې بدله اتل دے چې د خپل ژوند درېمه حصه ئې د پېرنګي او بيا د پاکستان حکومتونو کښې د تورو تمبو شا ته تېره کړې ده خو نۀ ئې ګيله کړې او نۀ ئې چرته قانون مات کړے . د ټولو نه مهمه دا چې پښتنو لۀ ئې سياسي پوهه او شعور ورکړے، د خپل حق غوښتو لار ئې ورته ښودلې او دا هر څۀ ئې پۀ يو داسې وخت او د يو داسې قوت خلاف کړي وو چې پۀ نيمائي نړۍ ئې وزرې خورې وې او د طاقت پۀ نشه ئې سترګې “شنې” وې . خو لۀ بده مرغه نن د دغه پۀ قد او کردار دواړو لوړ سړي پۀ نوم مشهور چوک ته ځينې پټ سترګي د هغۀ نوم هم نۀ اخلي. تش پۀ کرسو ناستې سره څوک نۀ غټېږي ګينې نو داسې به نۀ کېدل . کۀ دوي اهل وے نو ورته به پته وه چې باچا خان څوک دے خو افسوس چې نا اهله دي . کۀ دوي لائق وے نو داسې سپکاوے به ئې نۀ کولو خو عقل څۀ تورې چڼې خو نۀ دي چې قيصه خوانۍ کښې ورله يو چيټاکۍ واخلو . بس خو تنګ نظري ده چې د ستر بابا د نوم سره کېږي . دا خبره هم مهمه ده چې باچا خان ته د چوکونو ضرورت نشته، دا خو دې قام خپله خوشبختي وګڼي چې دومره لوے سړے پکښې پېدا شوے او ؤ به ئې مني خو چې کله ئې د تعصب، تنګ نظرۍ او لنډ نظرۍ دا خيرنې، تورې، ړندې اوماتې ګوډې چشمې وويستې . دغه بورډ کۀ څۀ هم بيا هم هغه شان ولګېدو څنګه چې پکار ؤ خو تاو تريخوالے پېدا شو بلکې د لکهونو خلقو زړونو ته پۀ دغه اقدام بلها تکليف ورسېدو . حکومتونه او انتظاميې صرف د دې لپاره نۀ وي چې پۀ خلقو دې دباوونه کوي او يا دې يو چارواکے پۀ سرکاري ګاډي کښې سور د بازار او ښار چکر ووهي، دوه درې دکانداران ټېل ناټېل کړي او اخبار کښې خبر راشي چې فلانکي توره ووهله بلکې حکومتونه او انتظاميې د اولس پۀ نبض کۀ لاس ساتي نو د هغوي پۀ مخونو ئې هم نظر وي . خو خداے خبر چې دا څنګه حکومت دے چې پۀ خپله ګټه او تاوان هم نۀ دے . بس عجيبه غوندې يو چل روان دے، چې چا څۀ وکړل بس د هر چا خپله خوښه ده . لکه دا څۀ اولنۍ واقعه هم نۀ ده بلکې د دې نه وړاندې د باچاخان ائير پورټ پۀ نوم هم بلها خبرې اترې شوې دي . د عقل دې خاوندانو لپاره پۀ دې هم سوچ پکار دے چې د افغانستان پۀ شان يو جنګ زپلے ملک د ننګرهار پۀ جلال اباد کښې دباچا خان پۀ مزار پۀ کروړونو روپۍ لګوي او د عقيدت څرګندونه ورسره کوي او بلخوا مونږ يو چې پۀ يو چوک کښې د هغۀ نوم نۀ شو برداشت کولے او بيا ګيلې هم کوو. مونږ پوهېږو چې اوس هم ځينې داسې خلک شته چې د باچا خان نوم نۀ شي زغملے خو دوي له به ځان کښې حوصله پېدا کول وي ځکه چې باچا خان دا نوم د انګرېزانو نه پۀ انعام کښې نه بلکې د هغوي خلاف پۀ مبازره کښې ګټلے دے، دا نوم ورته وېړيا يا د خداے پۀ نوم نۀ دے ورکړے شوے بلکې سختې ئې ګاللي، جېلونه ئې کتلي او د خلقو پۀ زړونو ئې بادشاهي کړې ده . ځکه نو پرون هم، نن هم او سبا به هم باچا خان د خلقو زړونو کښې ژوندے وي او څوک ئې هم پۀ دې سپکو طريقو د خلقو د زړونو نه، نۀ شي وباسلے . او کۀ بيا هم څوک باچاخان او د هغۀ نوم پۀ چوکونو کښې نۀ شي ليدلے نو بيا دې يا د کورونو نه، نۀ راوځي او يا دې پۀ دغه چوکونو کښې چکرې نۀ وهي ځکه چې باچا خان د بل هېڅ هم نه بلکې د قام د بې مثله خدمت لۀ وجې پۀ هر زړۀ کښې ژوندے دے .