Author: Siddiq Nangyal

  • د قامي مرض تشخيص او علاج – خان عبدالولي خان

    د قامي مرض تشخيص او علاج – خان عبدالولي خان

    پالمرنه: دا مضمون “پښتون” مجله کښې د جولائي پۀ مياشت کال ۱۹۹۱ کښې چاپ شوے ؤ . د رهبر تحريک خان عبدالولي خان بابا هره ليکنه او هره وېنا يو تاريخي حېثيت لري، لکه چې څنګه د عنوان نه معلومېږي دا ليک د موجوده وخت سياسي او جغرافيائي او پۀ خارجي سطحه باندې د پښتنو پۀ نړۍ کښې قامي تشخص او بقا لپاره ډېر مهم دے . بايد چې هر پښتون پۀ سړه سينه او ښۀ پۀ ژور نظر دا مضمون ولولي او هر پښتون ته ئې ورسوي . ما دا خپله قامي فريضه ګڼله، اوس د لوستونکيو ذمه واري جوړېږي چې هر پښتون ته ئې ورسوي ځکه چې د قام د وحدت او سوکالۍ راز پۀ دې مضمون کښې پنهان دے . . . انور على، کراچۍ

    (کراچۍ نه د تکړه کارکن او ملګري انور علي پۀ انتخاب او مرسته)

    بغض،حسد،کينه،د پښتنو دا توده وينه

    خدايا ! تۀ ئې بدله کړې د خپل روکي پۀ مينه

    مينه،مينه،مينه مې د قام د رنځ علاج دے

    (اکبر)

    د ډېر وخت نه دا پوښتنه پۀ يو شکل او بل شکل کښې کېږي چې د بدبختۍ وجه څۀ ده ؟ او د دوي دا اوږده او زبونه شپه به څنګه او کله پۀ روڼ سبا بدلېږي . ؟

    د قام او د يو فرد مثال پۀ دې سلسله کښې يو دے . يو انسان چې ناجوړه شي نو حکيم يا ډاکټر له لاړ شي چې د هغۀ د مرض تشخيص وکړي يعنې مرض ئې معلوم کړي او بيا د هغې مرض علاج وکړي چې بنيادم جک جوړ او د خپل کارروزګار جوګه شي . دغه مثال د قام هم دےکۀ د وطن والو دا خيال څۀ چې دا يقين وي چې دا قام ناجوړه دے او د ژوند پۀ هره څانګه يعنې شخصي ازادي،انساني حقوق، سياسي او ائيني قانوني او اخلاقي حقوق ئې غصب دي، معاشرتي او معاشي طور غلامان دي، طبقاتي تضاداتو له هوا ورکېدےشي، خو لنډه او اوږده ئې دا چې د پښتون قام نن هر جانبه او پۀ هره څانګه د ژوند کښې خپل انساني حقوق نۀ لري او څۀ نه څۀ ته چې پۀ ننۍ مهذبه دنيا کښې د ژوند بنيادي ضروريات وئيلےشي د هغې نه پښتون من حېث القوم محروم دے .

    د مرض د معلومولو او تشخيص نه مخکښې مريض چې ډاکټر له لاړ شي نو ورته وائي لامې خېټه کښې درد دے، سر مې خوږېږي، سينه کښې مې برېښ دے او لا د معدې تکليف دے وغېره وغېره . نو ددې علاماتو پۀ رڼا کښې ډاکټرصېب بيا د خپل علم،پوهې او تجربې پۀ بنا تشخيص وکړي. نو علاج لپاره د مرض تشخيص بنيادي قدم دے او د تشخيص لپاره د علاماتو معلومول او ټاکل بنيادي قدم دے يعنې اولنےقدم علامات، دوېم تشخيص دےاو درېم علاج ۔

    نو راځئ چې اوس په شريکه (ځان ځاني نا) پۀ دې علاماتو غور وکړو چې تشخيص ته پۀ رسېدو کښې مشکل پاتې نۀ شي . مونږ چې د قامونو تاريخ ته ګورو نو هغوي د ترقۍ د مختلفو دورونو نه تېرېږي . ډېر لرې به شاته نۀ ځو ولې دا خبره خو يو تاريخي حقيقت دے چې هم دا پښتانۀ وو چې دوي د کابل نه واخله تر هندوستان او هم داسې پۀ ايران حکمراني کړېده .نو بنيادي سوال دادے چې دا اوس لا کومه ورپېښه شوله چې داسې خواروزار، ټوټې ټوټې او در پدر او هغه د رحمت شاه سائل خبره چې:

    پۀ جنتي مزکه نهر ګرځمه

    بيا به ډېر لرې نه ځو او د مغلو د شنهشاه اکبر زمانې له به لاړ شو، هغۀ چې ډيلي ته د کابل پۀ تخت پسې خپل فوځونه ولېږل نو اولنے شکست ورله اپريدو پۀ خېبر ورکړو، په دوېم ځل ئې د مومندو پۀ لار فوځ روان کړو نو هغه ورته مومندو پۀ کړپه راوزغلولو، پۀ درېم ځل ډېر پۀ قارشو او يو قوي فوځ ئې د بيربل وزير سره د يوسفزو په لاره روان کړو چې هغوي ورله د کړاکړ په لاره شکست ورکړو او بيربل هم دې جنګ کښې مړشو . داسې بيا د شنهشاه هندوستان پۀ زړۀ کله ځائېده ، هغه پۀ دې نتيجه ورسېدو چې پښتون يو داسې قام دے چې پۀ جنګ ئې نۀ شم وهلے ولې علاج خو ئې ضرور پکار دے . نو د ډېر سوچ،غور او فکر نه پس ئې پۀ دې پاليسۍ عمل شروع کړو چې پښتانه دوه خوبۍ لري، يو د دوي اجتماعي ژوند او قبائيلي اتفاق او تړون دے او دوېم دا چې پښتانۀ ټول پۀ ټوله مسلمانان دي نو چونکې دوي له د جنګ پۀ مېدان شکست نۀ شي ورکېدے نو اوس دوي کښې دننه داسې کمزوري پېدا کول غواړي چې دا د اجتماعي ژوند تړون او قبائيلي اتفاق ئې د منځه يوړے شي او بله دا چې د دې غرض د حاصولو لپاره د پښتون د اسلام سره عقيدت نه مؤثره فائده اخستے شي ۔.

    د اکبر باچا نظر بازو سترګو دا پۀ څرګنده وليدل چې پښتون دوه مشران لري يو قامي او بل مذهبي نو کار ورو ورو راغونډېدو چې کۀ شنهشاه اکبر د پښتون دا داوړه مشران پۀ څۀ طريقه د خپل ځان له پاره استعمالولے شي نو امېد دے چې کار به تر سره ورسي نو شنهشاه اکبر او د هغۀ د وزيرانو او مشيرانو عقل،پوهه او پۀ تېره تېره سلطنت مغليه د هندوستان دولت ته کار پۀ حواله شو چې داسي لارې چارې راوباسي چې د پښتون دا دنياوي او ديني مشران دواړه پۀ شريکه د خپل غرض او مقصد لپاره استعمال کړي او مقصد صرف يو ؤ چې د پښتنو د اجتعماعي ژوند تړون او قبائيلي اتفاق د منځه يوسي. دوي کښې پرې جمبې، تربګنۍ او دشمنۍ پېدا کړي او د مذهب پۀ پاکه سپېځلې نامه د پښتنوپۀ منځ کښې نفاق او فرقه وارانه بغض پېدا کړي چې ورو ورو او قدم په قدم هغه خپل بنيادي مقصد حاصل شي او کوم قام له چې د جنګ پۀ مېدان شکست نۀ شي ورکېدے هغه د کورنۍ بې اتفاقۍ او ځان ځاني حېثيت پۀ توره پۀ خپل مېنځ کښې ووهلے شي . دا هغه مثال ؤ چې پۀ ګوړه مري نو زهرو ته څۀ حاجت؟ پۀ جنګ کښې خو د مغلو د مال دولت سره د سړو او فوځيانو هم تاوان ؤ . دا اوس کار اسان ؤ. تُوره ټوپک او وسله مغلو خپلو ملګرو، دنياوي مشران، ملکانان او خانانو له ورکوله چې دواړه اړخه ته ئې پښتانۀ به خپل منځ کښې مري او دولت او مال ئې راخورکړو او پۀ مذهبي عالمانو کښې ئې داسې خپل ملګري پېدا کړل چې د ” پيرروښان ” نه ئې پښتنو ته ” پير تاريکے ” جوړ کړو او پۀ دا شان شنهشاه اکبر هغه خپل مقصد حاصل کړو کوم چې ئې په فوځي جنګونو نۀ شوحاصلولے ۔

    هم دا د شنهشاه اکبر مجربه او پۀ کاميابۍ سره تجربه شوې نسخه بيا هم په دې منطقه کښې دورانيانو او ورپسې سکهانو ډېره پۀ کاميابۍ د خپل غرض لپاره استعمال کړله .تفصيل به دا مضمون ډير اوږد کړي خو د پښتنو د تاريخ دغه اړخ هر چاته څرګند د ے.صرف دومره عرض به ضرور کول غواړي چې د شنهشاه اکبر سره د ديني عالمانومرستې خو بيا هم څۀ جواز لرلو ولې چې کله سکهان راغلل نو دا څومره د تعجب خبره وه چې دهغه وخت د پښتنو دنياوي او ديني دواړو مشرانو د سيد احمد بريلوي صېب او اسماعيل شهيد غوندې د اسلام پۀ جذبه راغلي مسلمانانو مجاهدينو خلاف هم ۀخلقو د سکهانو سره مرسته کړېده . نو هغه د مسلمان هغه تميز هم د منځه ووتو او د برېلوي صيب او اسماعيل شهيد غوندې د اسلام پۀ جذبه راغلي مسلمانان مجاهدين هم د سکهانو د زرخريدو ديني مشرانو پۀ ذريعه وزغلولے شو او شهيدان شو ترڅو د سکهانو حکمراني قائمه شي ۔

    دامجربه نُسخه ښۀ پۀ کاميابۍ استعمالېدله چې پېرنګے پرې د پاسه راغے. د اتلسمې صدۍ د صنعتي انقلاب پېداوار، دجديد سائنسي دور ماهر او د هندوستان د فتح کولو نه پس دې د پښتنو خاورې ته پۀ داسې وخت کښې راورسېدو چې د فوجي طاقت او نوې وسلې نه علاوه پۀ سازشونو اودهوکې،بې لوظۍ او د هر قسمه بې ايمانۍ او بدديانتۍ لپاره ښۀ پۀ کور پوره او د شنهشاه اکبر د وخت نه راواخله دا پۀ سوونو کلونو تجربه شوې کاميابه نُسخه هغۀ ته تياره او مکمله پۀ ګوتو ورغله او دائې هم وليدل چې د پښتنو دنياوي مشران خو پۀ دولت او منصب خرڅېدل خو ډېر خوشحاله او مطمئن پۀ دې شو چې د پښتنو ديني عالمان هم اوس د مذهبي تړون نه وتلي دي او کۀ پرون ئې د کافر سکهانو سره د مسلمان بر خلاف سازش کولو نن به کافر پېرنګي ته دغه ديني عالمان د مسلمانانو بر خلاف پۀ استعمالولو کښې څه مشکل ؤنۀ لري ۔

    پېرنګي چې په کومو سازشونو، بډو رشوتونو د پښتنو دا دروند سلطنت ټوټې ټوټې او برخې برخې کړو هغې کښې هغۀ د شنهشاه اکبر دغه مُجربه نُسخه ډيره پۀ کاميابۍ استعماله کړه او دُنياوي مشرانو نه علاوه ئې پۀ خصوصيت سره ديني مشرانو، مليانو، پيرانو او ګدي نشينو نه څومره ښېګړه پۀ دې سلسله کښې واخسته، هغه د پېرنګي د خپل لاس ليکلي کتابونو او دستاوېزاتو کښې ټکي پۀ ټکي ليکلي پراتۀ دي. نُسخه هم هغه د شنهشاه اکبر او مقصد هم هغه د اکبر باچا چې د پښتنو د اجتماعي ژوند تړون او قبائيلي اتفاق د منځه يوسي .او د خان،ملک او سردار سره پير،عالِم او عام مُلا د دې غرض لپاره استعمال کړي. قبائيلي تړون او د پښتنو ورورولي تباه کړي. قامي خانان وغورزوي، خپل خانان او ملکان پېدا کړي او هغه د پېرنګي خبره چې خپل بُوټي نال کړئ. چې د پېرنګي پۀ دولت او مرسته قام دغه خپلو خانانو ته کښېني او هم دا رنګې ديني عالم هم د هر هغه قامي او قام پرسته حرکت برخلاف استعمال کړي، د پښتون اسلام سره د مينې ناجائزه فائده واخلي او اسلام هم صرف د خپل سامراجي او نوابادياتي مفاداتو لپاره استعمال کړي او مُلا صېب دا فتوي پۀ لاس ولاړ وي چې پېرنګے خو اهل کتاب دے، دۀ سره نکاح روا ده او هم دا اسلام د هر محب وطن مشر پۀ خلاف پېرنګي ډېر پۀ استاذۍ استعمال کړېدے. کۀ هغه پرون د افغانستان امير امان الله خان ؤ نو هم د هغۀ کډه د اسلام پۀ زور پورته کړې شوېده. د کفر فتوې لګول خو د پېرنګي د ګس لاس کرتب ؤ او اوس خو دې کښې د شک او شبې هېڅ څۀ ګنجائش ځکه نشته چې دا هر څۀ خو پېرنګي پۀ خپل لاس ليکلي پرېښي دي. د هغې مُليانو،پيرانو او عالمانو نومونه يو پۀ يوهلته لندن کښې پراتۀ دي، د هغوي پۀ خپله لائبرېرۍ کښې پراتۀ دي، د هغوي د مياشتې تنخوا درج ده او د هغې خانانو نومونه درج دي د چا پۀ ذريعه چې به دا تنخواګانې وخت پۀ وخت وررسولې شوې ( د مُلا نه يو تپوس ضروري دے چې پېرنګے اهل کتاب دے، منو خو دا يهودي خو هم اهل کتاب دے نو د اسرائيل پۀ حقله دې څۀ فتوي ده )؟

    نو نن چې ورته مونږ ګورو نو د پېرنګي مقصد حاصل شو . پېرنګي د پښتون کور ( لوئے افغانستان ) وران کړلو، پښتانۀ ئې ټوټې کړل، څۀ برخه لاړه بلوچستان سره شامله شوه، څۀ ياغستان شو، څۀ قبائيل علاقه، څۀ رياستونه ( سوات،دير،چترال او امبا ) څۀ ايجنسۍ او څه ئې د شمال مغربي سرحدي صوبې پۀ نامه ضلعې کړلې . مقصد يواځې د پښتون د کور ورانول نۀ وو بلکې د روس برخلاف دلته يوه د اسلام قلعه جوړول ؤو چې د اشتراکي نظريې پۀ مقابله کښې اسلام د خپل غرض لپاره استعمال کړي او هغه ټولې درې کۀ بلوچستان،بولان او کۀ خېبر او ملاکنډ دا ټولې پۀ خپله قبضه کښې وساتي، چې د ضرورت پۀ وخت کښې د روس برخلاف استعمالېدے شي او اهمه خبره دا ده چې د هر هغه حرکت لا تحريک مخه ونيوې شي چې کوم د دې پاليسۍ برخلاف استعمالېدے شي يعنې پېرنګي پۀ شنهشاه اکبر هم ورواړوله . د پښتون کورئې ټوټې کړو . افغانستان نه ئې لاس پښې پرېکړل . د بهر دُنيا سره ئې ورله ټولې لارې بندې کړي .قبائيل ئې پۀ ايجنسو داسې تقسيم کړل او داسې دېوالونه ئې تر منځه ووهل چې د هغوي يو بل سره هېڅ تړون او تعلق پاتې نه شُو . کۀ نن د پښتونخوا نقشې ته وګورئ نو رېل ګاډے پېرنګي دې بېلې بېلې درې ته بوتلے دے، ملاکنډ نه تر درګۍ پورې رېل تلے دے، خېبر نه تر لنډي کوتل داسې ټل، بنو او ټانک ته ځو . اخوا بولان دره کښې تر چمن خو د دې ګاډو پۀ خپل منځ کښې هېڅ څۀ تړون نشته يعنې درګۍ نه لنډي کوتل لا ټل لا بنو او لا چمن ته پۀ ګاډي کښې نۀ شې تللے . دا ئې انتظامي (ايډمنسټرېټو) تقسيم وکړو او تقسيم هم داسې چې ياغستان کښې يو قانون ( لا د سره هډو قانون نه ) پۀ قبائيلي علاقو کښې بل څۀ نظام، د ايجنسو خپل قانون ( د ايجنسو د قانون پۀ سلسله کښې مونږد صوبې ګورنر برېګيډئير جنجوعه نه تپوس وکړو چې د ايجنسو څۀ قانون دے چې تۀ هغه د هغې پابند ګڼې . وئيل ئې د انګرېز د وخت د کال ۱۸۴۵ء قانون يعنې دې فوجي ګورنر صېب ته دا هم لا تر اوسه پورې چانه دي وئيلي چې پېرنګے خو څلورڅلوېښت ۴۴ کاله وشو چې مونږ شړلے دے او تۀ لا هغه شان د هغۀ د قانون نن هم ځان څۀ چې مونږ هم پابند ګڼې ) او د رياستونو خپل مطلق العنانه حاکمان او دا د پښتنوعلاقه پېرنګي اول د افغانستان نه راوشوکوله او داسې ئې راوشکوله چې بې پاسپورټه او ويزې پښتانۀ خپلې خاورې ته د تلو اجازه نه لري او بيا ئې دا صوبه د باقي هندوستان نه راجدا کړله چې هسې نه چې د هندوستان د اولس د ازادۍ د تحريک اواز چرته د پښتنو پۀ غوږ ولګي ۔

    نو دغه دے د مرض تشخيص چې د سوونو کلونو د نوابادياتي،سامراجي او سرمايه دارانه،جاګيردارانه نظام د طرفه د پښتون پۀ معاشره کښې د نفاق،بې اتفاقۍ او ځان ځانۍ احساس پيدا کولے شي، چې اجتماعي سوچ او ذهن ختم کړي او د اسلام د سپېځلي تعليم پۀ موجودګۍ کښې د ماده پرستۍ پۀ ذريعه هغه روحاني سوچ او ذهن ختم کړي چې هر سړے دولت او صرف دولت د ژوند واحد مقصد وګڼي او َ دې مقصد لپاره پېرنګي زمونږ د دين او دُنيا دواړه مشران ډېر پۀ کاميابۍ سره استعمال کړيدي . د دې بل اړخ کۀ وکتے شي نو پۀ دې توره تيارۀ کښې داسې مشران وخت پۀ وخت پېدا شوي دي چې هغوي د پېرنګي پۀ دې پاليسۍ رسېدلي دي او کوشش ئې کړے دے چې قام راويښ کړي، د پېرنګي پۀ سازشونو ئې خبر کړي او د هغۀ د غلامۍ نه د خلاصولو لپاره قام منظم کړي . اوس به دې خپل دور له راشو، پېرنګي د قام تحريک د خدائي خدمتګارۍ لپاره د خپلو ملګرو دنيائي مشرانو،خانانو،خان بهادرانو،نوابانواو سردارانو پۀ ذريعه د منظم تحريک پۀ مقابله کښې د مسلم ليګ بنياد کېښود. او چونکې پۀ هندوستان کښې يو قامي او ملي تحريک د ملک د ازادۍ لپاره د کانګرېس پۀ نوم جوړ شو چې پۀ کښې د هندوستان ټول اوسېدونکي هندوان، مسلمانان، سکهان، عيسايان او پارسيان موجود وو او پېرنګے ډېر زهير او وارخطا پۀ دې شو چې د ټول هندوستان د ټولونه لويه ديني مدرسه دارالعلوم دېوبند هم د دې انګرېز برخلاف پۀ دې جهاد کښې د کانګرېس سره پۀ شريکه راپاڅېدۀ. نود دېوبند مقابلې ته عليګړهـ مسلم يونيورسټي جوړه شوه او پۀ ديني عالمانو پېرنګي داسې کار شروع کړلو چې هغوي هم د دغه دېوبند دارالعلوم برخلاف يو محاذ جوړ کړلو او داسې مليان ئې پېدا کړل چې هغوي د پېرنګي لپاره داسې فتوې چاپ کړې چه څوک د کانګرېس سره د ملک پۀ ازادۍ کښې شاملېږي نو هغه کافران دي . اسلام د کافر پېرنګي د سلطنت،تاج او تخت لپاره څنګه پۀ ډاګه او بربنډه استعمالېدۀ ۔

    ملک ازاد شو او د پېرنګي هغه سپېرۀ قدم پورته شو . هغه د پېرنګي پليت سياست د ټولونه لوے ظلم مسلمانانو سره وکړو، هسې خو وئيلے شي چې پېرنګي هندوستان تقسيم کړو ولې پۀ حقيقت کښې هندوستان نه بلکې مسلمانان تقسيم شوي دي. نن د موجوده پاکستان نه ډېر مسلمانان پۀ هندوستان کښې پاتې دي، اخوا ئې بنګال تقسيم کړو، پۀ متحده بنګال کښې د مسلمانانو اکثريت ؤ، وزيراعلي به ئې مولوي فضل حق سهروردي لا خواجه ناظم الدين ؤ . ولې هغه بنګال ئې تقسيم کړلو او سپينه کوئله او د کلکتې بندر او کارخانې ئې هندوستان له ورکړې او مسلمانانو له ئې شاړې او جبې او د سيندونو سېلابونو پۀ رحم و کرم علاقې د مشرقي پاکستان پۀ نامه راجداکړې، نو بيائې هغه مشرقي پاکستان نه بنګله دېش جوړ کړو، خو هله چې مسلمان پۀ خپله د خپل مسلمان پۀ لاس دغه ملک لتاړکړلو او پۀ لکونو بنګاليان نر ښځې ئې قتل او تباه برباد شو. دغه عمل ئې دېخوا مغربي برخې سره وکړو . پنجاب هم دغسې د مسلمانانو اکثريتي صوبه وه، وزيراعلي به لا سرسکندر حيات او لا خضرحيات ؤ، هغه ئې تقسيم کړله او چې د ګورداسپور ضلع ئې پۀ تقسيم کښې هندوستان له ورکړله نو پۀ دا شان ئې د هندوستان پُله کشمير له راورسوله او دغه مسلمانان ئې هم ځاے ته کړل ۔

    ملک خو ازاد شو خو د شنهشاه اکبر نه راواخله او پۀ پېرنګي ئې ولګوه، هغه کرلي بوټي ونې شوې او جرړې ئې ډيرې لاندې تلي دي. د پېرنګي کرلي تخمونه زرغون شويدي . د پېرنګي د لاس جوړ خانان او نوابان اوس ښۀ قوي دي. عالمان،پيران او مشائخ سره خپلو کښې پۀ خپلو کښې داسې نښتي دي او د اسلام نه ئې يوه داسې معمه جوړه کړې ده چې هغه سم دم اسلام ئې متنازعه کړو، هغه اصل روح د اسلام ورک دے او نن د اسلام پۀ نوم دومره تنظيمونه او جماعتونه دي چې سړے پوهېږي نا چې چا پسې روان شم او کم به صحيح اسلام وي؟

    نو زاړۀ دورونه به تاريخ ته پرېږدو، چې باچاخان راپاڅېدو د خدائي خدمتګارۍ بنياد ئې کېښودو نو د پېرنګي د غلامۍ او د هغۀ د پاليسو پۀ رڼا کښې ئې دا خبره څرګنده کړله چې پېرنګي د َ پښتنو کور وران او ټوټې کړ ے دے. د پښتون د بچي د خلې نه ئې ډوډۍ خپل بچي له يوړه، د پيرنګي بچے پۀ بنګله، موټر او عېش عشرت کښې اوسي او د خاورې خپل بچے نهرنهور، وږے تږے او بربنډ لغړ ګرځي. نو قام ته ئې غږ وکړو. چې راپاڅئ چې دا پېرنګے لري کړو. او چې ازادي راشي نو دا تيت او پرک او تس نس پښتون به لکه د پخوا پۀ يو ټغر او نغري راټول کړو او د پېرنګي د بچي نه پاتې دا همه خواږۀ به د پښتون د بچي کړو. پېرنګي خپل دواړه ملاتړ هم مُلا او هم خان د دې قامي او ملي تحريک بر خلاف استعمال کړل . د کافر پېرنګي د مفادو د تحفظ لپاره بيا د پښتنو ديني مشران د مسلمان پښتون او خدائي خدمتګار بر خلاف استعمال شو خو اخر پېرنګي کډه وکړه ۔

    مطلب ئې دا دے چې د مرض تشخيص خو باچاخان او د هغۀ ملګرو خدائي خدمتګارو وکړو. علاج ئې هم تجويز کړو چې کۀ د پېرنګي دا پليت او منخوس قدم لرې شي نو مونږ به د خپلې خاورې پۀ خپله خاوندان شو او دابه د قام پۀ ښېګړه راولو. بې کچه قربانۍ وشوې، وينې وبهېدې، ډېرې مېندې بورې او پېغلې کونډې شوې، ډېر ګلالي بچي يتيمان او بې اسرې پاتې شو. ولې دا هم يوه تاريخي واقعه ده چې باچاخان د خپل سياسي جدوجهد نتيجه پۀ خپل ژوند وليدله. د پېرنګي د سوونو کلونو د غلامۍ دور ختم شو. د يو سياسي مصلح او د قامي مشر لپاره د دې نه لويه د سرلوړۍ خبره بله څۀ کېدے شي چې خپل خواروزار، تيت پرک او بې اتفاقه قام پۀ يو داسې مزي وتړي او يو دومره قوت ترې نه جوړ کړي چې د سامراج انګرېز مقابلې ته ئې ودروي او بيا دغه تحريک پۀ هغه خپل مقصد کښې کامياب شي يعنې ازادي وګټي. ازادي خو راغله خو هغه رڼا ! رڼا څۀ کوئ چې د نوې رڼا پۀ ځاے نوې تيارې راغلې، دا ولې؟

    د پښتنو د دې خاورې دا بدبختي ده چې دا پښتانۀ پۀ داسې منطقه کښې پراتۀ دي چې دا هغه لارې دي چې څوک هم د دنيا د هر ګوټ نه راخلاص شوے دے چې دا د سرو زرو مرغۍ هندوستان فتح کړي نو پۀ لاره کښې ورته پښتون دے نو چې څو پورې ئې د پښتون علاج نۀ وي کړے نو تر هغې هندوستان ته نۀ رسي، ولې بدبختي خو د پېرنګي سره راغله، دے خو اولنے فاتح ؤ چې د سمندر پۀ لاره راغلے ؤ خو دے يو بېن المللي ډاکه مار ؤ، دے چې د کلکتې نه را شروع شو او داسې قدم پۀ قدم او پاوړۍ پۀ پاوړۍ ئې ټول هندوستان د خېټې لاندې کړو او بيا ئې چاپېره وکتل نو هر خوا خېر خېريت ؤ خو اخوابره زار روس را خلاص ؤ مشرق ته ئې پښې راغزولې نو د زار روس مخې وهلولپاره پېرنګي کوشش کولو چې څومره لرې هندوستان نه دې بندولےشي چې بندئې کړي نو چې روس د ترکستان رياستونه تاشقند، سمرقند او بخارا قبضه کول نو پېرنګي ځان افغانستان ته رسولےؤ او اخرئې د روس سره امو درياب پوله کړله ولې کله چې پۀ روس کښې د 1917ء اشتراکي انقلاب راغے نو بيا پېرنګي سره سودا شوله . د زار روس د فوجي قوت مقابله خو پېرنګې کولې شوله ولې اوس د دغه فوجي قوت سره سره يو نظرياتي اشتراکي قوت هم ملګرے شو نو دهغې نظرياتي قوت د مقابلې لپاره پېرنګي سره يو او صرف يو قوت ؤ چې هغه اسلام د خپل سامراجي او نوابادياتي سياست لپاره استعمال کړي او چې کله هغه پوهه شو چې اوس نور هغه هندوستان نۀ شي ټينګولے او ارو مرو به ئې ازادوي نو د روس د اشتراکي نظريې د يلغارنه د دنيا د بچ کولو پۀ خاطر هغۀ د پاکستان پۀ نوم د اسلام د يوې داسې قلا تابيا جوړه کړه چې د دغه اشتراکي نظريې مقابله وکړي او چې کله پېرنګے کمزورے شو نو دا خپله بېن الاقوامي وظيفه ئې بيا امريکې ته ور پۀ حواله کړله چې داسې د اسلام مرسته وکړي چې پېرنګے او اوس امريکا ئې د خپلو سامراجي پاليسولپاره استعمال کړي او پۀ دا شان دا بدبخته پښتنون بيا د بېن الاقوامې سامراجي قوتونو پۀ مېچن کښې دل شو او يو وارې بيا د اسلام پۀ نامه د دۀ د کور ورانولو منصوبې جوړې شوې او ځکه هغه راغلې او د پېرنګي نه ګټلې ازادي پۀ حقيقت کښې ازادي نۀ شوله بلکې پښتانۀ اوس پېرنګي ته يواځې پاتې شو. هغه درست هندوستان او ملګرے نېشنل کانګرېس نن پردي شول، هندوستان دشمن او کانګرېس د کافرو تنظيم شو. د پېرنګي نظربازو او تجربه کارو سترګو چې څۀ ليدل او د هغې لپاره چې څۀ پېش بندي اول هغۀ او بيا وروستو امر يکې کوله هغه د افغانستان د انقلاب نه پس ډېره څرګنده او واضحه شوله چي د روس برخلاف هم هغه د اسلام پۀ نامه بنياد پرسته راغونډ شوي قوتونه استعمال شو. خلقو د لوے افغانستان او د پښتون د يو والي او وحدت خوبونه ليدل او امريکې د بنياد پرسته مسلمانانو ملکونو او ادارو پۀ ذريعه افغانستان ته اور ورته کړو. د وينو سېلابونه وبهېدل، پۀ اور وطن او د وطن بچي وسوزېدل او نن د افغانستان جنتي خاوره پۀ دوزخي اور کښې سوزي او د تعجب خبره داده چې څنګه پۀ دې پښتونخوا کښې د پېرنګي هغه پليت سياست د هغۀ د تلو نه پس هم چلېږي، همداسې اګر چې روس اوس د افغانستان نه لاړو ولې هغه تش پۀ نامه جهاد لا هغه شان روان دے. او دې خانه جنګۍ او د تشدد جنګ څۀ داسې شکل اختيار کړے دے چې چاله ئې د بندولو لار نۀ ورځي .

    ولې د افغانستان د تېرو کلونو غورزو پرزو يوه ښېګړه خو وکړه چې دېخوا او اخوا پښتون د يو بل سره پۀ دړد او تکليف کښې شريک شولو. پۀ لکونو پښتانۀ بې پاسپورټه او وېزى دې کوزې خاورې ته را پرېوتل. او دا شان ئې د پېرنګي د لاس هغه راښکلے مزے ( ډيورنډ) وشلولو. د باچاخان جنازې او ورسره پۀ لکونو خلقو تلل يو خوا دا خبره ثابته کړله چې دواړه خوا پښتانۀ څوک پۀ مصنوعي مزو د يو بل نه نۀ شي شوکولې او بله اهمه تاريخي نتيجه د افغانستان د انقلاب دا راووته چې کله روس د افغانستان نه خپل فوځونه وويستل نو د پېرنګي نه امريکې ته پاتې پاليسي اوس بېکاره شوله. امريکه او روس يو بل ته ور غاړه وتل نو اوس دواړو قوتونو سره تړلي ملګري او ملکونه پۀ ډاګه او بې ياره پاتې شو، سمدستي خوئې دا نتيجه ووته چې جماعت اسلامي چې د امريکې او د هغې حليفانو بنياد پرستو پۀ مرسته دلته سياست چلولو نن امريکې ته بر ملا ښکنځل کوي او داسې ترېنه لاره ورکه ده چې اوس ئې امير جماعت اسلامي روس ته د دورې پروګرام تړي او قاضى حسېن احمد پۀ جار وائي چې زۀ د ډيورنډ کرښه نۀ منم .

    حقيقت دا دے چې د امريکې او روس د دوستۍ پۀ نتيجه کښې چې د نوې دنيا پۀ سياست چې هر څۀ اثر راپرېوتے وي، د دې منطقې پۀ سياست کښې پۀ سوونو کاله پس يوه ډېره اهمه او بنيادي تبديلي دا راغلې ده چې مونږ د بېن الاقوامي سامراجي سياست د لوبې نه ووتو. امريکه چې د روس سره دشمني نۀ کوي بلکې د دوستۍ لاس ئې ورکړو، نو هغه پۀ هغه قوتونو او ملکونو، اوس څۀ کوي چې هغوي ئې د خپلو اډو پۀ حېث لا د خپل سياست د مخکښې بوتلو لپاره استعمالول. نو اوس چې دغه پليت سياست ختم دے، اوس دا قومي امر کېدےشي چې د پښتون دا ډېره اوږده او زبونه شپه پۀ روڼ سباؤن بدله شي. پۀ حقيقت کښې باچاخان او د هغۀ ملګرو خدائي خدمتګارو چې کوم تصور د ازادۍ لرلو او د ملک د ابادۍ لپاره ئې کوم خوبونه ليدل هغه وخت اوس راورسېدو، اوس پاکستان مجبوره دے چې خپل سياست او خپل اختيار خپل کړي. او خپله پاليسي د امريکې د سامراج د مفادو لپاره نا بلکې د خپل ملکي مفادو لپاره استعمال کړي، نو اوس د دې نه پس پاکستان مجبور دے چې افغانستان سره د تعلقاتو ښۀ کولو پۀ لار کښې د امريکې د محاذ ارائۍ پاليسي پۀ مخه بوتلو پۀ ځاے د افهام او تفهيم پۀ لاره د سياسي حل پۀ ذريعه د دې لانجې نه ځان راجدا کړي . دا د پاکستان مجبوري ده چې اوس خپل ګاونډي ملک روس سره د جنګ جنګ نعرې ختمې کړي او د ښۀ ګاونډي او بقائے با همي پۀ بنياد تعلقات د دُشمنۍ نه راکاږي او د ټولونه اهمه خبره دا ده چې اوس پاکستان دا هم مجبوري لري او زۀ پۀ ټکي مجبورۍ ډېر زور اچوم چې هغه د هندوستان سره هم د امريکې پۀ سر او يا د امريکې د بېن الاقوامي سامراجي پاليسۍ کومه دُشمني کوله، هغه اوس ورو ورو ختمي کړي ولې چې پاکستان کښې دومره قوت او طاقت نشته چې چاپېره دې خپلو ګاونډيانو سره د دُشمنۍ او محاذارائۍ دا اور بل وساتي او مجبوري ئې ځکه ده چې اوس د امريکې پۀ خارجه پاليسۍ کښې د پاکستان افاديت ختم شو، نۀ ورسره امريکه امداد کوي او نۀ ئې پۀ مرسته ودرېږي بلکې دا يواځې نه چې امريکه اوس پاکستان ته ضرورت نۀ لري بلکه خپلو حليفانو او پۀ خصوصيت سره د مشرق وسطي ملګرو پۀ پټرولو مَړو خپلو عربو ملګرو ته ئې هم داسې کُوړکۍ کېښوده چې هغوي به اوس ايله د امريکې دا هاتهي مړوي .او د پاکستان غوندې خېر مارو او کچکول پۀ لاس نيولے مسلمانانو سره امداد نۀ شي کولے، د دې احساس د پاکستان موجوده حکومت لکه چې کړے وي او ځکه خو د خود انحصارۍ او د خوداعتمادۍ چغې وهي، ولې چې بله لار نۀ لري، ټولې لارې بندې شوې ما سوا د خود انحصارۍ او خود اعتمادۍ نه . نو د کلونو کلونو پاليسۍ بدلېږي ارومرو به بدلېږي مجبوري ده، د مجبورۍ بله لاره نشته .

    نو اوس راځم د مطلب خبرې له، تمهيد خو ډېر اوږد شو زۀ غواړم چې هر پښتون نر او ښځه دا مضمون ښۀ پۀ سړه سينه او يخ زړۀ ولولي. ښۀ سوچ پرې وکړي، زۀ دا هم محسوسوم چې اوس پښتون هم مجبوري لري، هغه هم مجبور دے ،نن پۀ دُنيا کښې عموماً او پۀ پاکستان کښې خصوصاً څوک ئې مني او کۀ ترې نه انکار کوي چې نن څوک ځان ته پاکستانے نۀ وائي هغه تصور ختم دے، نن مونږ پښتانۀ، پنجابيان،بلوچ،او سندهيان يو اوګورو نه چې هغه د پاکستان پۀ نظريه او مفهوم راغلي هم ځان ته پاکسانيان نۀ وائي بلکه ځان ته مهاجر وائي . نو ځکه وايم چې نور قوميتونه د خپلو خپلو حقوقو د تحفظ لپاره جدوجهد کوي، نو پښتون نن هم پښتون کېږي نا نو کله به کېږي، بله لارئې نشته . او اوس هم هغه مقام راغے چې بابا به پۀ ډاګه وې چې د جناح صېب پاکستان خو د پاکستان واکدارانو وران کړو نو اوس به دوي مونږ سره نوے پاکستان جوړوي نو اوس هغه مقام راغے ولې چې اوس د پښتون د هډ او خاورې دُشمن امريکه لاړله .نو اوس مونږ پۀ هغه مقام ودرېدو چې کله پېرنګي پۀ ۱۹۴۷ء کښې د دې ملک نه کډه وکړله او اوس هغه وخت راغے چې پښتون د خپل حق تپوس وکړي او صرف تپوس ئې ؤنۀ کړي بلکه د حق د ګټلو لپاره خپل ځان منظم کړي، ځان کښې قوت پېدا کړي، ولې چې پۀ سوال چا چرې چاله حق نۀ دے ورکړے پۀ غوښتو خو مو ډېر وغوښت څوک ئې نۀ راکوي.

    نو تر دې راورسېدو چې علامات هم وشو د مرض، تشخيص هم وشو اوس راځو علاج له . زۀ ترخې خبرې کول نۀ غواړم ولې د خپلې سياسي تجربې او اوږد سياسي ژوند پۀ رڼا کښې دا خبره کول غواړم چې زۀ دا پۀ دعوه سره وئيلے شم چې زما هومره اوږد ژوند چا به هم پۀ دې موجوده خلکو کښې د باچاخان سره نۀ وي تېر کړے، کۀ هغه د سردرياب مرکز عاليه وي، کۀ جېلخانې او کۀ بيا د کور دننه، د هغۀ د دغه تحريک مقصد يا د خدائي خدمتګارۍ غرض يوه ډله يا پارټي جوړول نۀ وو بلکه هغۀ به وې چې ما تاسو له يوه ورورولي جوړه کړېده او زما دا هم پوره عقيده ده چې د پښتنو دا تاله واله او وران ويجاړ کور هم بې د بابا د ښودلې لارې نه نۀ ابادېږي . چې تر څو مونږ داسې حقيقي خدائي خدمتګار نه وي پيدا کړے چې هغوي د خپلو بچو مفاد د قام د بچود سره قربان کړي، لا کۀ دغه نۀ وي د کېدو نو بيا دې داسې وکړي چې د خپل بچي خېر د قام د بچي د خېر سره وګڼي . زۀ چې حالاتو ته ګورم نو حالات بالکل د پښتنولۍ پۀ ډګر ډېر پۀ تېزۍ سره روان دي . د پښتنو دغه دُشمنان پېرنګيان څۀ چې هغه امريکن هم ورپسې لاړل، د پښتون د دې قامي تحريک مخالفين د خپلو بهرنو بادارانو نه فارغ شو. د بنيادپرستو دولت به نو زمونږ د دې قامي تحريک پۀ خلاف اوس نۀ استعمالېږي . او زۀ يوه نوې جذبه او نوې ولوله پۀ دې نوي کهول کښې وينم، دې نوي کهول د خپلو نيکونو او مشرانو هغه زړه پښتو بيا راټينګه کړېده او مونږ وليدل چې مونږ پۀ دې تېرو انتخاباتو کښې څومره پۀ بې سروسامانۍ او بې د څۀ وسيلو، بې د پارټۍ د فنډ نه د کومو قوتونو سره مقابله وکړه چې د امريکې او د روس ملګري دواړو مونږ پۀ داګه پرېښودو.څوک اېغ پۀ نېغه پۀ امريکه او څوک د امريکې د ملګرو بنياد پرستو د دولت پۀ ذريعه پۀ ډېر زور او شور زمونږ مقابلې ته راووتل. ټولو پارټو او زۀ بيا وايم ټولو پارټو نۀ خپل سياست ته وکتل، نۀ نظريې او مفکورې ته، نۀ څوک ترقي پسند پاتې شو او نۀ څوک سوشلسټ، نۀ پيپل پارټي پاتې شوه او نۀ جمعيت العماءاسلام، نۀ مزدور کسان پاتي شو او نۀ پښتونخواه ملي عوامي پارټي خو هره پارټي چې وه او پۀ هره نامه چې وه ټول پۀ ټوله د دُشمن پۀ ښودنه يوه پارټي شوه، کۀ سياست ؤ که مذهب، کۀ سوشلزم او کۀ بنياد پرست، ټولو پۀ شريکه زمونږ برخلاف بډې ووهلې . مختلف قسمه اسلام راپاڅېدو، چا د خداے قران او رسول اکرم جنډه راواخسته . د بنياد پرستو او مفاد پرستو دولت راخلاص شو ولې افرين شه پۀ پښتنو او د پښتنو پۀ نوي کهول چې دوي بيا هم پۀ خپله پښتو ودرېدل او د دې ټولو قوتونو او دولتونو مقابله ئې وکړله او زمونږ ه سترګې ئې دنيا ته وچتې کړې ولې اوس خو حالات بدل دي، نۀ د امريکې سازش شته نۀ د بنياد پرستو دولت نۀ د پيپليانو د وخت د اخبارونو او اخبارنويسانو اوصحافيانو پراپېګنډه . نو ځکه وايم چې راځئ وروڼو او خوېندو او بچو چې پۀ دې خپل تاله کور او نيمګړي ژوند غور وکړو. زۀ چې ورته ګورم نو نن سبا خو نور سياست ختم دے . د پښتون د بچي او د دې خپلې خاورې د خپل اختيار سياست پاتې دے او کۀ ښۀ ورته ښۀ پۀ غور وګورو نو دا هم څرګنده ده چې د پښتون د حق پۀ نوم نن هر څوک سياست کوي . داسې زۀ څوک نۀ وينم چې ګينې هغه د کالاباغ د ډېم مخالفت نۀ کوي، داسې هم څوک پوهه نشته چې ګينې هغه دا نۀ غواړي چې پښتنو ته دې خپله بجلي ورکړې شي، داسي هم څوک نشته چې هغه د پښتون پۀ وحدت يقين نۀ لري، د پښتون ژبې پۀ ترقۍ او سرکاري ژبه کېدو به د کوم پښتون اعتراض وي . داسې پښتون سياسي ذهن به کوم ځاے وي چې هغه دا نۀ غواړي چې پښتنو ته دې خپله مکمله صوبائي خود مختاري ورکړې شي او بې د څلورو محکمونه مرکز هر څۀ صوبو ته وسپاري نو هله پسته به زمونږ د نوي پاکستان نوې ورورولي جوړېږي. نو دا خبره اوس تردې حده راټوله شوېده چې کۀ پۀ ډوبه کتنه ورته وکتې شي نو هغه کوم کار چې بابا کولو او کوم چې د هغۀ نه پس مونږ پۀ خپله غاړه اخستے ؤ هغه ذهن لکه چې د ټول قام جوړ وي . خپل مقصد ورته معلوم دے، هدف ئې څرګند دے، ذهن جوړ دے، لاره څرګنده ده، خنډ و خار لرې شوي دي، غېر ملکي بېروني خارجي سازشونه ختم شويدي . اوس د ملک دننه د جاګيردارانه او سرمايه دارانه نظام د پنجو نه د ځان خلاصولو مسئله ده او هغه اوس د پښتنو د خپله لاسه خبره ده خو او زۀ چې کوم “خو” يادومه هغه ډېر غټ او کلک ” خو” دے او هغه ده زمونږ بې اتفاقي چې د هغې نه زمونږ دشمنانو د سوونو کلونو راسې استفاده کړې ده. خپل کور ئې زمونږ د وران کور نه جوړ کړے دے، نو دا دومره ګران کار خو نۀ دے . پښتنو لوئې لوئې مورچې وهلي دي، عظيم سلطنتونه ئې پۀ بله اړولي دي. نوکۀ نن پښتون د خپل بچي د حق پۀ خاطر او د پېرنګي نه د ګټلې ازادۍ نه د فائدو حاصلولو پۀ خاطر او د خپلې خاورې خپل اختيار پۀ خاطر دا دومره قرباني ورکړي او دا ځان ځاني پرېږدي، خبره څرګنده ده د يو مقصد حاصلولو له پاره مونږ پۀ بېلو بېلو ډلو کښې ناست يو. د يو ذهن او يو سوچ او يوې مفکورې او نظريې خاوندانو د خپلې بې اتفاقۍ پۀ وجه کاميابۍ ته پۀ رسېدو کښې ځان له مشکلات پېدا کړيدي. نوګينې د دې خپلو بچو د مستقبل پۀ خاطر او د خپلو نيکونو او مشرانو د هغه عظيم جدوجهد پۀ خاطر مونږ ګينې دا خپل قامي فرض نۀ ګڼو چې دا پۀ کومو مسئلو او قامي مطالبو مونږه متفق يو نو چې د دې ذهن دا ملګري خو راغونډ شو، قدم يو کړو، اواز يو کړو، د دُشمن زړۀ ټق وچوو.

    زه پۀ خصوصيت سره خپلو هغه مرورو وروڼو ته د پښتون بچي د مستقبل پۀ خاطر دا خواست کوم چې پۀ خپل تېر عمل سوچ وکړي او د پښتون قام د وحدت او د هغۀ د حق د ګټلو پۀ نامه هم پۀ هغه زوړ پښتون ننګ او غېرت راپاڅي، دا ذاتي سوچ او ښېګړې سره وتړي. جګړه د مشرۍ نۀ ده، دادے اوس مونږدا خبره دُنيا ته څرګنده کړله چې زمونږ فېصلې ذاتي او شخصي نۀ دي، اجتماعي دي او شريکې دي کۀ د پارټۍ مشري وي نو هغه دے نن اجمل صېب د پارټۍ منتخب صدر دے ۔

    زۀ دا منم چې پۀ سياست لا پۀ يوه ډله څوک ټول قام نۀ شي راغونډولے ولې د سياسي ډلې او تنظيم لپاره هم مختلف اصول لا نظريې او مفکورې پکار وي . نو چې کله قام کښې يو ذهن جوړ وي نو د هغه جوړ ذهن لپاره د بېلوبېلو ډلو بيا قطعاً ضرورت نۀ وي پاتې. او مقصد ته رسېدل هم هله کېږي چې هم اواز يو شي او هم قدم. د قامي انقلابونو دوه پاوړۍ وي، اول ذهني انقلاب جوړېږي نو بيا عملي کېږي، د هغه ذهني انقلاب مرحله جوړه ده اوس ئې د عملي کولو لپاره هم هغه د بابا د وخت ازمائيلې او مجربه نسخه د عبدالاکبر خان اکبر پۀ خلۀ . . .

    بغض، حسد، کينه، د پښتنو دا توده وينه

    خدايا! تۀ ئې بدله کړې د خپل روکي پۀ مينه

    مينه،مينه،مينه مې د قام د رنځ علاج دے

    دا به ګينې ډېره ګرانه وي چې مونږ خپلو پښتنو نظرياتي ملګرو ته دا خواست وکړو چې دا بغض حسد او کينه وتوکي او د پښتون د روڼ مستقبل پۀ خاطر د پښتنو دې خپل کاروان سره ملګري شي، چې د سوونو کلونو دا بدبختي ئې ختمه شي . پۀ پښتون قام خداے پاک د هره جانبه خپلې مهربانۍ خلاصې کړې دي د هېڅ کمے نشته، د باغونو او ميؤو کمے نشته . د غرونو ځنګلونو کمے نشته، د معدنياتواو لالونو، جواهراتو او قيمتي کاڼو کمے نشته، د راتلونکې يويشتمې صدۍ د ضرورياتو لپاره د سيندونو او بجلو کمے نشته، هر څۀ ورله خداے ډېر تېر ورکړيدي بس پۀ دغه يو کار نيمګړے دے نو د خپل قام د سره به خپله ذاتي انا قربان کړو او راځئ چې يو قدم او يو اواز شو. چې د بابا انقلاب کامياب کړو او پۀ هغه اصولو هر چاته خپله برخه ورسوؤ چې کۀ پورې وي او کۀ سپوره پۀ شريکه به وي . زۀ دومره عرض پۀ دې سلسله کښې ضرور کول غواړم کۀ څوک ګيله من وي او زما نه دا توقع کوي چې زۀ دې هغۀ پورې ځان ورورسوم نو زۀ اوس بېخي وزګار يم، د پارټۍ ذمه واري اجمل صېب اخستې ده او د اسمبلۍ د ممبرۍ نه د چارسدې خلکو فارغ کړے يم. د هر پښتون دېرې ته څۀ چې پۀ ډېران هم ورسره کښېناستو ته تيار يم که د پښتون دا تيت او پرک قام زما پۀ جرګه او ننواتي کېږي نو زۀ د هر قسمه دغسې خدمت لپاره تيار يم ولې دې سره سره زۀ د هر يو پښتون نه هم دا توقع لرم چې هغه به هم پۀ دغه جذبه د هر ورور کور له ځان رسوي، کړاؤ به کوي، خواري به کوي، چې نن مونږ پۀ شريکه دا خپله تاريخي فريضه ادا کړو او د پښتون دا اوږده او زبونه شپه پۀ سباؤن او روڼ خندانه او خوشاله سباؤن بدله کړو.

     

  • د پښتونخوا نوې ضلعې پرون او نن – مولانا خانزېب

    د پښتونخوا نوې ضلعې پرون او نن – مولانا خانزېب

    د پښتونخوا نوې جوړې شوې برخې چې پۀ سويلي وزيرستان، قطبي وزيرستان، کرم، اورکزي، خېبر، مومند، باجوړ او پۀ پينځو اېف ارز مشتملې وې، د ائين پاکستان پۀ اولنۍ ماده کښې د ملک د نورو اکائيانو سره د فاټا پۀ نامه يادې شوې وې او د دې سیمو واک پۀ بشپړه توګه د پاکستان د واکمنۍ لاندې ؤ. د پاکستان صدر، د هغۀ لاندې د صوبې ګورنر او د هغۀ لاندې د پېرنګي دوخت څېره پوليټيکل اېجنټ به دلته د انتظامي چارواکي پۀ توګه ټولې انتظامي چارې ترسره کولې. پوليټيکل اېجنټ کۀ به يو بې تاجه باچا ؤ نو هم به انتظاميه، هم عدليه او هم به مقننه ؤ. د پولیټيکل اېجنټ سره د حساب کتاب هېڅ کوم قانون نه ؤ. د هغۀ د خلې ګفت به هم قانون او هم جلاد ؤ. کۀ د چا کور ورانول وو، کۀ څوک زندان ته اچول وو او کۀ هر ډول جبر به ئې وکړو خو هغه د هېڅ کوم قانون او عدالت د منګلو لاندې نه ؤ. هم دغه وجه وه چې پۀ تېر وخت کښې دې سیمو ته د راتلونکو پوليټيکل اېجنټانو او نورو چارواکو به د صوبې پۀ ګورنر هاؤس کښې پۀ باضابطه توګه د اخستو خرڅېدو نرخ لګېدو چې د ډېرو څوکو نرخ به پۀ کروړونو کښې هم ؤ. هم دغه وجه وه چې کۀ يو اړخ ته دا سیمې د رياستي قانون د واکمنۍ نه لرې ساتل کېدلې نو بلخوا به دلته د لوټ مار يو بازار جوړ ؤ ځکه چې کوم چارواکي به کروړونه روپۍ ورکړې نو اول به هغۀ، هغه ورکړې شوې روپۍ راستنولې او بیا به ئې کوشش ؤ چې کومه سرمايه ګزاري ئې کړې وه چې هغه پۀ څوڅو چنده زياته کړي ځکه چې دې سیمې ته به قسمت خور سړے پۀ عمر کښې چرته يو ځل راتلو. ډېر داسې چارواکي به هم وو چې غټو غټو بوديجه لرونکو خلقو به مهمو څوکو ته د رالېږلو لپاره ورسره انډيوالي کوله. پېسې به د هغه سرمايه دار وې او بيا به ئې پۀ دې سيمو کښې پۀ څو چنده راغونډول د هغۀ چارواکو کار ؤ. دلته به چې څومره هم د پرمختګ د پروژو پۀ نامه فنډونه راتلل نو د ډېر وخت نه ورته د فاټا سېکرټرېټ پۀ نامه يوه بله د درغلۍ اداره هم جوړه کړې شوې وه چې پۀ نتيجه کښې د پرمختګ پروژې خو به د دې سيمو لپاره اعلان شوې وې خو ولې هم دغه روپۍ به د پوليټيکل اېجنټ د قلم لاندې هم دغه غټو چارواکو ته ستنول کېدې. د رېډيو پاکستان نه به هره ورځ د دې سيمو لپاره پۀ اربونو اربونو روپۍ يادولې شوې او د نورو سيمو د خلقو به دا ګمان راتلو چې ګينې دا سیمې خو به اوس د پېرس ،لندن او برلن نه هم ډېرې پرمخ تللې وي خو له بده مرغه حقيقت دا ؤ چې دغه ټول به تش پۀ نامه اعلانونه وو او پۀ عملي بڼه دا 27 زره مربع کلوميټره خاوره د کاڼي پۀ دور کښې ډېره د غريبۍ او بې وزلۍ ښکار پرته وه. د سیمې اويا فيصده خلق د ملک پۀ نورو ښارونو او بهر ملکونو کښې د خپلې غريبۍ له وجې مزدورو ته تلل چې دا سلسله لا اوس هم دوام داره ده. دلته پۀ دې سيمو کښې د پاکستان واکمني تشه پۀ نامه وه لکه څنګه چې پېرنګي او د افغانستان امير عبدالرحمن خان د خپلې يارانې پۀ بدل کښې دا سیمې پۀ يو بل پۀ کال ۱۸۹۳ کښې پلورلې وې او دا سیمې د خپلو ناوړه غرضونو د ترسره کولو لپاره يو خالي ګاه پۀ ډول پرېښودل شوې وې، هم دغه شان د ازادۍ نه پس د پېرنګي تګلاره هم د پاکستان واکمنو د دې سیمې سره اختيار کړه . غرض پۀ کښې دا ؤ چې کۀ وخت راشي نو دلته به خپل مقاصد پوره کوو چې پۀ تېر لنډ وخت کښې هم دغه عمل اول د روس افغان جنګ او بیا د تندروې پۀ نامه پۀ جګړه کښې ترسره کړے شو. پۀ دغه جګړو کښې ګټې نورو وکړې خو د ټول عمر بربادي او بدبختي د دې سیمې پۀ برخه کښې راغله چې نتيجه ئې داده چې نن هم دا سیمه ژوبل ژوبل پرته ده. د نيمې نه زيات خلق د نۀ ختميدونکو جګړو له کبله پاخۀ د دې سيمو نه د ملک نورو ښاريو ته کډه پۀ سر شوي. ډېر اوس هم د کېمپونو پۀ خېمو کښې پراتۀ دي. بازارونه او کورونه پۀ لوي کچ وران شوي. د افغانستان سره د زمانو زمانو نه د تجارت تاريخي لوې لوې لارې چې د باجوړ “ناوا پاس” پۀ شان تاريخي لار هم پۀ کښې ده، د تېر 15 کالوراهېسې پۀ مکمله توګه تړل شوې چې اوس د سیمې اولس ددغه لارو د پرانستلو لپاره خپل غبرګون هم ښکاره کوي.

    پۀ دې سيمو کښې دا هر رنګه ناخوالې روانې وې خو لکه څنګه چې قانون فطرت دے چې هر زور څۀ وخت پس اوبۀ کېږي او بدلون ته چاپېريال ځان پۀ خپله اماده کوي هم دغه عمل دلته هم ترسره شو. پۀ دې اخ او ډب کښې پوره يو نوے نسل را ځوان شو. هغوي زده کړې وکړې. دغه راز د ملک او نړۍ پۀ ډېرو ښاريو کښې د غريبۍ له وجې ئې وخت تېر کړو. د نورې نړۍ پرمختګ ئې هم وليدلو او د خپل وطن بربادي ئې هم وليدله. رو رو پۀ دې سيمو کښې سیاسي ګوندونو هم اثر نفوذ پېدا کړو. پۀ اولس کښې د سیاسي ګوندونو پۀ برکت باندې پوره سیاسي شعور خور شو او د کال ۱۹۹۰ نه راپدېخوا د دې سیمو د ائيني او قانوني بدلونونو لپاره ډېر يو پرامنه غږ پۀ پورته کېدو شو. پۀ کال ۲۰۱۱ کښې د پيپلز ګوند مشر تابه اصف علي زرداري دې سیمو ته پۀ باقاعده توګه د سیاسي ګوندونو د راخلاصولو ائيني پرېکړه وکړه او د سیاسي ګوندونو د فعاليتونو نه بندېز پورته کړے شو. پۀ کال ۲۰۱۴ پۀ شپاړسم د دسمبر چې کله هم د پېښور د ارمي پبلک سکول پۀ ماشومانو بريد وشو او بیا پۀ سمدستي توګه چې د ملک ټولو سیاسي ګوندونو پۀ پاکستان کښې د دوام دار امنيت راوستو لپاره کومه قامي تګلار “نېشنل اېکشن پلان” پۀ نامه شل نکاتي تګ لاره خپره کړه نو د “فاټا اصلاحات” هم پۀ دغه شلو نکاتو کښې يوه مهمه ماده وه. د مسلم ليګ ګوند د دې سیمو د پارلېمان غړو پۀ غوښتنه د دغه اصلاحاتو د عملي کولو لپاره د سرتاج عزیز پۀ مشرۍ کښې يوه کميټي جوړه کړه چې دغه کميټي ډېر وخت عملي کار وکړو. د هغۀ وخت هرې ايجنسۍ ته لاړه، د قامي، سیاسي او مذهبي مشرانو تر څنګ د ځوانانو، سوداګرو او هرمکتبه فکر خلقو سره ئې جرګې مرکې وکړې او کله ئې چې خپل سفارشات اعلان کړل نو د قبائلي سيمو پۀ اړه ئې دا تاريخي خبره هم اعلان کړه چې بايد دا سیمې دې د پښتونخوا برخه کړې شي ځکه چې پۀ تاريخي توګه دا د پښتونخوا صوبې برخې وې او د دې سیمې اولس هم دا غواړي، هم دغه غږ ډېر زر عملي کړے شو. او د مۍ مياشت کال2018 ز د پارلېمان نه پۀ شريک ډول پينځويشتم ائيني بدلون پاس کړے شو. د “اېف سي ار” د خاتمې غږ وشو او پۀ ائين کښې د دې سیمو پۀ اړه د امتيازي مادو خاتمه وکړې شوه. پۀ يو دېرشمه مۍ صدر پاکستان ممنون حسېن پۀ دغه لاس ليک وکړو او هم دا راز اويا کاله پس د دې سیمې وګړو ته د ملک د نورو وګړو په شان ټول ائيني او قانوني حقوق ترلاسه شول. پۀ دغه ائيني بل کښې دا سيمې د وفاق نه بېلې او د صوبې برخه کړې شوې. پينځو کالو لپاره د هرډول ټېکسونو نه مبرا وګرځول شوې. د دې سیمو د پرمختګ پۀ ډګر کښې د نور ملک سره د سیال کولو لپاره ورته پۀ قامي مالياتي انعام “اېن اېف سي” کښې درې برخې حصه ومنل شوه او هم دا ډول ډېر پۀ پرامن مبارزې سره د دې سيمو د حقوقو جائز مقدمه ډېره پۀ ښۀ شان وګټل شوه. اوس د دې سیمو موجوده حالت دوه کاله پس دادے چې د عدالت شبکه پۀ بشپړه توګه دې سیمو ته راغلې. د پښتونخوا د صوبې ټاکنې پۀ تېر کال کښې ترسره شوې. د ژغورنې د عملياتو لپاره ډبل ون ډبل ټو پۀ نامه ادارې هم راغلې. د پولیسو د شبکې ګړندي کولو لپاره هم هڅې روانې دي چې د تاڼو او پوليس سټېشنو ودانۍ پۀ کښې جوړې شوې خو بیا هم ډېرې شوې ژمنې لا نيمګړې پاتې دي چې د بلدياتي ټاکنو ترسره کول، د قامي مالياتي انعام برخه لا تر اوسه نۀ سپارل، د پينځه ويشت زره نوي پوليس ځوانانو ګمارل او يوشمېر د زده کړو، روغتيا، د افغانستان سره د تجارتي لارو پرانستل او د پرمختګ د لويو پروژو نشتوالے اوس هم شته دے. دغه راز د څۀ وخت نه پۀ دې سيمو کښې د وزيرستان نه تر باجوړ پورې د بدامنۍ او هدفي وژنو لړۍ يو ځل بیا روانه ده. د پوليسو شبکه ډېره پۀ کمزوري حالت کښې ده چې پۀ نتيجه کښې د دې سیمې خلق يوځل بیا د ډېرې وېرې ښکاردي. خلقو ته ټيليفونونه کولے شي او پۀ زور ترې د پېسو غوښتنې کېږي او چې څوک دغه غوښتنې ونۀ مني نو يا ووژل شي او يا ئې کورونو ته بمونه وراچول شي. د دې سيمې د اولس غوښتنه داده چې پۀ ائين کښې کومې ژمنې شوي دا دې پۀ سمدستي توګه پوره کړے شي. د دې سیمو امنيت ته دې ډېر زيات پام راوګرځول شي ځکه چې ددې سيمو اولس او پۀ ځانګړي ډول ځوانان اوس ډېر بېدار دي او نور پۀ خپله خاوره جنګ او شر نۀ غواړي بلکې تلپاتې سوله، امن ،پرمختګ، روزګار، زده کړې او د ژوند ژواک اسانتياوې غواړي. حقيقت هم دا دے چې پۀ مرکز او صوبه کښې د تحريک انصاف ګوند واکمن دے. د دې وروستو پاتې سيمو پۀ اړه ائيني ژمنې پوره کول د دوي ذمه واري ده چې تر اوسه پۀ کښی دوي ناکامه دي. هېڅ پام دې سیمو ته نۀ لري او داسې څرګندېږي چې دا سیمې دوي اوس هم د پښتونخوا برخه نۀ ګڼي. بايد چې دوي دې سيمو ته ډېر پام راوګرځوي ځکه کۀ چرته د دې سیمو سره شوې ژمنې پوره نۀ شوې نو دا ګوند به د تل لپاره د تاريخ پۀ پاڼو کښې ددې سيمو د اولس مجرم وي او پۀ تاريخ کښې به ئې هېڅ کوم عذر نۀ قبلېږي.

  • د مردان ډبرين بدها او زمونږ د جهاد جذبه – اياز يوسفزے

    د مردان ډبرين بدها او زمونږ د جهاد جذبه – اياز يوسفزے

    پۀ تاريخ کښې د ميلاد نه پنځۀ يا شپږ پېړۍ وړاندې وخت ډېر مهم دے، دا هغه وخت دے چې يادګارونه ئې زرګونه کلونه وروستو نن هم ژوندي دي، دغه وخت پۀ انساني ذهن، عقايدو، اخلاقو او ژوند ژواک کښې داسې بدلونونه راوستل چې اثرات به ئې تر قيامته پاتې وي. پۀ دغه وخت کښې پۀ يونان کښې فيثا غورث، پۀ اريانه کښې زردشت، پۀ چين کې کنفيوشس او پۀ هندوستان کښې د مهاوير او سدهارتهـ ګوتم بدهـ (بودها) غوندې د لويواو مشهورو مذهبونو او نظريو بنسټګر پيدا شوي دي چې نظرياتو، عقايدو او خيالاتو ئې د نړۍ بې شمېره خلک متاثره کړل خو پۀ دغه ټولو کښې زيات او ځانګړے شهرت بودها موندلے ؤ. د هغۀ نظرياتو د نړۍ پۀ ګڼ شمېر قامونو کښې دومره قبوليت بياموندو چې پۀ تاريخ کښې ئې ثاني نشته، تر دې چې نن هم د يوې اندازې ترمخه د بودها د منونکو شمېر د عيسوي مذهب د منونکو نه زيات دے.

    د بودها د زېږېدلو پۀ وخت کښې د دې سيمې حالات ډېر بدتر او ترينګلي وو، ټولو خلکو ډېر پۀ کلکه د ويدونو او سنسکرت ژبې پۀ تقدس يقين لرلو، خو دغه ژبه او مقدس ويدونه د يوې ځانګړې ډلې ميراث ګڼل کېدۀ او عادي خلکو ته نۀ د ويدونو د لوستلو او نۀ د سنسکرت د وئيلو او زده کولو اجازه وه، د سنسکرت پۀ ځاے به عادي خلکو پراکرت او پالي ژبه وئيله. د مذهب پۀ نوم د بې ځايه رسمونو زور ؤ، د ذات پات او د نسل د پاک ساتلو عقيده ډېره پۀ زور کښې وه، کار کسب او هنرونه د ځانګړو کورنيو سره تړل شوي وو، مذهبي مشران(برهمن) يواځينۍ ډله وه چې د مذهب هر اختيار ورسره ؤ، د اقتدار پۀ سر جنګونه او يؤ بل وژل پۀ انتها وو. د نسل پرستۍ د ناوړه دود له کبله د بېلا بېلو نسلي ډلو ترمېنځه د کرکې يؤ لوے واټن جوړ شوے ؤ، پۀ عادي ژوند کښې اخلاقي او ټولنيز اقدار بيخي له منځه تللي وو؛ پۀ دغه وخت کښې سدهارتهـ ګوتم بدهـ (بودها) انساني ټولنې ته د اخلاقي تعليماتو يؤ داسې ښکلے او پۀ زړۀ پورې تصور وړاندې کړو چې د يوې ځانګړې ډلې له خوا د خپلو شخصي ګټو د ساتنې لپاره ودرول شوي د قدامت پسندۍ او د انسانانو ترمېنځه د کرکې کلک دېوالونه ئې پۀ ډېره لږه موده کې ونړول او د دغه دېوالونو له سايې جوړې شوې تورې تيارې ئې پۀ سپينه رڼا بدلې کړې.

    د نن نه شا و خوا دوه نيم زره کاله اګاهو د کپل واستو د راجه شدودهن (سدودهنا) پۀ شاهي محل او شاهي شان و شوکت کښې رالوے شوي د دغه شهزاده تعليماتو پۀ انساني ټولنه دومره ژوره اغېزه وکړه چې نخښې ئې لا تر نن ورځې د نړۍ پۀ يوه لويه برخه کې ليدلې شو. د بودها مور د هغه پۀ وړوکوالي کښې او د ځيني تاريخپوهانو پۀ وېنا د هغه د زېږېدلو پۀ وخت کښې مړه وه. د هغه پلار راجه شدودهن ته نجوميانو وئيلي وو چې دا هلک به د نړۍ يؤ ډېر لوے او نوموړے سړے وي خو باچا به نۀ وي، د هغه د پلار خواهش دا ؤ چې زوے ئې د مذهب او مذهبي زدکړو نه لرې پاتې شي او يواځې د دنيا پۀ عېش و عشرت کښې ژوند وکړي او د تورې، ډال، غشي او ليندې ترڅنګ د واکمنۍ لارې وپېژني او پۀ همدغه غرض ئې هغه د عادي ټولنې نه ډېر لرې ساتلے ؤ؛ درې لوئې لوئې ماڼۍ ئې ورله جوړې کړې وې، چرته چې به د هغه نه هر وخت خلک چاپېره وو او هغه به ئې د عادي خلکو ليدلو ته نۀ پرېښودۀ. تر دې چې وادۀ او بچي ئې هم وشول خو تر دغه دمه ئې نۀ چرته ناروغ او نۀ ئې کوم بوډا يا ضعيفه انسان ليدلے ؤ.

    يو ځل بودها د خپلې شاهي ډلې سره يؤ ځنګل ته د ښکار لپاره تلے ؤ، هلته ئې پۀ لومړي ځل يؤ ډېر ضعيفه او ناتوانه سړے وليدۀ چې مرګ ته نزدې ؤ، دغه پېښې د سدهارتهـ پۀ ذهن ډېره ژوره اغېزه وکړه او بلها پوښتنې ورته پېدا شوې. له هغه ځايه نېغ ښار ته لاړ او د عادي خلکو ژوند ئې پۀ لومړي ځل له نزدې نه وليده؛ ناروغان، بوډاګان، بې څوکه مړي او لوږه تنده ئې پۀ لومړي ځل پۀ خپلو سترګو وليدله او دا هر څۀ د هغه لپاره بيخي نا اشنا خو ډېر دردونکي وو؛ هغه وليدل چې ژوند هغه نۀ دے کوم چې د شاهي ماڼيو دننه زۀ وينم او کؤم ئې، بلکې ژوند پۀ اصل کې د ډېرو کړاوونو او تکليفونو ډک دے. پۀ ډېره خواشينۍ او خفګان خپلې ماڼۍ ته راستون شو خو بلها ډېرې پوښتنې ئې پۀ ذهن کښې تاوېدلې خو جواب ئې نۀ موندلو. چونکې دغه وخت يوه مذهبي ډله داسې هم وه چې د دنيا له هر څۀ نه ئې ځانونه بېل کړي وو؛ کار، کسب، کور، اور او تر دې چې د خوراک او څښاک نه به ئې هم ځانونه لرې ساتل او هر وخت به پۀ مراقبه کې ناست وو. بودها هم پۀ لومړي سر کښې دغه لاره خپله کړه او شا و خوا شپږ کلونه ئې پۀ همدغه حالت کښې تېر کړل؛ تر دې چې پۀ وجود پورې ئې غوښه پاتې نهٔ شوه او بيخي مرګونے شو خو دغه ځاے هغه ته احساس وشو چې دا بيخي د افراط لاره ده، بايد انسان نۀ تل د عېش و عشرت ژوند وکړي او نۀ د تل لپاره ځان د خپلې ټولنې نه بېل او ګوښه کړي. دغه ځاے هغه د ځان سره پرېکړه وکړه چې بايد د افراط د دغه دواړه لارو پۀ ځاے يوه درېمه يا د مېنځ لاره اختيار کړے شي. هغه فکر وکړو چې د مراقبې او ګوښه کېدلو نۀ خو ما ته کومه ګټه شته او نۀ ئې پۀ انساني ټولنه باندې کومه اغېزه کېدې شي؛ پکار ده چې زۀ د نورو خلکو سره يؤ ځاے پاتې شم او هغوي ته د ښو اخلاقو او سمې لارې تعليم ورکړم. هغه همداسې وکړل او د شاهي محلونو پۀ ځاے ئې د عادي خلکو سره ناسته ولاړه پېل کړه او هغوي ته ئې د خپل مذهب پۀ تبليغ لاس پورې کړو. شا و خوا پنځۀ څلوېښت کلونه ئې پرله پسې تبليغ وکړو او خپل بلها عقيدتمن او منونکي ئې پېدا کړل او د هغوي پۀ لاس ئې خپل تعليمات لرې لرې سيمو ته پۀ ډېره چټکۍ سره ورسول.

    د بودها نظريات پۀ اصل کښې د هغه هندي اريائي مذهبونو پرضد يو پاڅون ؤ چې د وخت پۀ تېرېدلو ئې بد اخلاقۍ او ناوړه رسمونو مخ وران کړے ؤ او د عامو خلکو پۀ ځاے يوې ځانګړې مذهبي ډلې ته محدود شوي وو، پۀ ټول مذهب به د همدغه ځانګړې ډلې حق ؤ او عادي خلکو پۀ مذهبي زدکړو، مذهبي ژبې يعنې سنسکرت پۀ زده کولو، وئيلو يا ليکلو، پۀ مذهبي دودونو او عبادتونو کښې د برخې اخيستلو او د عبادت پۀ ځايونو کښې پۀ ناسته ولاړه باندې هېڅ حق نۀ درلود. بودها د مروجه مذهبي ژبې پۀ ځاے د عادي خلکو ژبه يعنې پالي د خپلو تعليماتو لپاره غوره کړه او د خپلې ناستې د ځاے دروازې ئې هر خاص و عام ته پرانستې پرېښودې؛ دغه کار هغه ته پۀ عادي خلکو کښې ډېر لوے قبوليت او مينه ورکړه؛ د هغه خبرې ساده، زړۀ راښکونکې او د عامو خلکو د پوهې وړ وې، د تعليماتو مرکزي خيال او نچوړ ئې دا ؤ چې يؤ څوک يواځې پۀ معبدونو او عبادتخانو کښې پۀ مذهبي مراسمو ترسره کولو نېکي نۀ شي موندلې، د معبدونو او عبادتخانو د مراسمو سره سره د انساني ښېګړې لپاره هلې ځلې هم مهمې دي او له دې نه بغېر هېڅوک کامل انسان نۀ شي کېدے، د جنګونو، وينخړ او يؤ بل وژلو پۀ ځاے بايد د يو بل سره پۀ مينه، ورورولۍ او خوشحالۍ ژوند وکړو. هغه به وئيل چې تکليفونه او غمونه د انساني ژوند برخه ده خو د تکليفونو او غمونو د شدت د کمولو يا ئې د مخنيوي لپاره ضروري ده چې مونږ پۀ خپل ژوند کښې سمه پوهه، سم فکر، سم کردار، سمه وېنا، سمه مبارزه، سم روزګار، سم عرفان او سم احساس راولو، همدا لامل ؤ چې ډېر زر او پۀ لږ وخت کې ئې پۀ ټولنه کې ډېر لوے بدلون ته لاره هواره کړه، پۀ ټوله سيمه کښې د امن او سولې پيغام خپور کړو.

    بودها شا و خوا د اتيا کلونو پۀ عمر کښې مړ شو، د هغه له مرګ نه وروستو به د هغه پېروکاران يعنې بودهائي راهبان د ډلو يا ټولګيو پۀ شکل کښې ګرځېدل او پۀ ډېره لږه موده کښې ئې د هغه تعليمات پۀ ټوله اېشيا کښې خپارۀ کړل، د دغه مبلغينو ژوند دومره ساده ؤ چې هر ځاے پرې خلک رامات شول او پۀ ګڼ شمېر ئې هر ځاے بودهائي خانقاهونه او د بودهائي او عصري زدکړو مرکزونه او پوهنتونونه جوړ کړل چې اثار ئې نن هم موندل کېږي، دغه کار پۀ سيمه کښې د علم او پوهې يو لوے انقلاب راوست.

    پښتون وطن هم چونکې د دې سيمې يوه مهمه برخه ده او د نړۍ د مهمو مذهبي او نورو انقلابونو د اثراتو نه کله هم دا وطن بچ نۀ دے پاتې شوے. د بودها د تعليماتو څرک دلته هم راسرسېدلے ؤ او يؤ وخت داسې هم راغے چې پښتون وطن د نړۍ د ټولو بودهايانو لپاره يؤ مقدس او مهم ځاے وګرځېدۀ او د زرګونو کلونو پۀ تېرېدلو سره ئې لا تر نن ورځې هغه تقدس او اهميت تر يو حده پاتې دے. وئيل کېږي چې پۀ لومړي ځل د بودها تبرکات د بهاليکا يا لرغوني بلخ يو واکمن د ځان سره راوړل او يوه لويه خانقاه ئې پرې جوړه کړه.

    د بودها د مړيني نه مخکې د دې سيمې يؤ لوے او نوموړي واکمن اشوک د هغۀ مذهب منلے ؤ، هغۀ د هندي عقيدې سره سم د هغۀ مړے وسوځولو او د هغه ايره ئې پۀ اتۀ برخو کې وويشله او هره برخه ئې د خپل سلطنت اتۀ مهمو برخو ته واستوله او دا حکم ئې ورسره جاري کړو چې پۀ دغه ايره دې يوه لويه سټوپا او ورسره د بودهائي مذهب د تبليغ او زدکړو لپاره يوه يوه خانقاه هم جوړه شي. د غه تبرکات بيا پۀ ځايي توګه پۀ نورو برخو کې وويشل شول او هر ځاے پرې د تقدس پۀ توګه سټوپې او خانقاهونه جوړ شول، پۀ پښتونخوا کې هم له امو نه تر اباسين پورې او پۀ ځانګړې توګه پۀ هغه سيمو کښې، چې د ګندهارا تهذيب د اغېزې لاندې وې، د ګڼ شمېر سټوپو او خانقاهونو اثار نن هم شته.

    پۀ 197م قبل مسيح کال کښې باختري يونانيانو د هند د موريه سلطنت نه د افغانستان شمالي سيمې ونيولې. هغه وخت ميناندر د دې سيمې واکمن ؤ او وئيل کېږي چې د هغه د واکمنۍ پۀ وخت کښې د اودهیانه(سوات)، هزارې او شا و خوا سيمې ځينې بودهائي زیارتونه جوړ شوي وو. د نګرويهارا (د معبد ښار، اوسنے ننګرهار) بنسټ هم هغه وخت کېښودل شوے دے. د دغه ښار نه يوه ډله بودهايان کاپيسا ته لاړل او وروستو د غزني او وردګو سيمې ته د بودها مذهب ورسېده.

    په لومړۍ ميلادي پيړۍ کښې کوشاني واکمن کنشکا د بودها دين ومنلو، د ویجایانا بودهائي مبلغینو د امو نه ور اخوا ازبکستان، ترکمانستان، کاشغر، بخارا، سمرقند او شا و خوا سيمو ته هم دا دین ورسولو.

    پۀ ګندهارا کښې د خلکو د ړندو عقیدو له کبله بودهائي دین هر ځاے مقبول ؤ او د نذر او د منښتې د دود له مخه پۀ دغو سټوپو د پېسو باران ورېدۀ. د ګندهارا د اقتصادو یوه مهمه او لويه سرچینه همدغه عبادتخانې وې چې د پينځمې ميلادي پيړۍ پۀ پېل کښې ديفتاليانو/هپتاليانو د حملو سبب شو. دوی بودهاي معبدونه چور کړل او ډېرو ته يې اور واچاوۀ. د يفتليانو يوې ډلې د افغانستان زياته برخه نيولې وه او ځينو ئې بودهايي دين منلے ؤ. يوه ډله ئې باميانو ته لاړه، هلته يې پۀ 507م ميلادي شا و خوا کښې د بودها د لويو لويو مجسمو پۀ جوړولو لاس پورې کړو. په شپږمې ميلادي پيړۍ کښې يواځې د سوات د سيند پۀ غاړه 1400 بودهائي عبادتخانې او پکښې اتلس زره راهبان ناست وو نورو سيمو کښې پۀ عمومي توګه او پۀ ګندهارا کښې پۀ خصوصي توګه د بودها عقيدتمندو د هغه داسې مجسمې جوړې کړې چې د فن او هنر پۀ نړۍ ئې ساري نۀ موندل کېږي. د ګندهارا د مجسمه جوړونې دغه ستر هنر پۀ يؤ وخت د روم، یونان او هند درې واړو خصوصیات لري، دغه اثر د نورو سيمو د بودهائي دورې د مجسمو نه د دې سيمې مجسمې بېلوي، پۀ دغو مجسمو کښې د جوړونکو د خپل مذهب سره ژور تړون، د بودها سره لېواله عقیدت، محبت او د ارټ سره مينه له ورايه څرګندېږي.

    دغه مذهب د دې سيمې پۀ ژوند، تمدن، تهذيب او کلتور ډېرې ژورې اغېزې پرېښې دي او دغه دوره د دې سيمې د تاريخ يوه ډېره مهمه برخه ده، کۀ د دې سيمې د تاريخ نه دغه دوره وباسو نو دا تاريخ به بيخي نيمګړی پاتې شي. خو له بده مرغه چې کله يؤ قام خپله اجتماعي حافظه وبائيلي نو د نورو ګڼ شمېر قامي او اجتماعي زيانونو سره د خپل تاريخ نه هم بېل شي او خپل ټول تاريخي ارزښتونه، اثار، وياړونه او قامي برم له لاسه ورکړي، د هغه قام کلتور، تهذيب، وسائل، وسيلې، انتظام، ټولنیز وسائل، تجارتي وسائل، کلتوري وسائل، تخليقي صلاحيتونه، ادبي حېثيت، قامي جغرافيه او د قام د وجود سره تړلي هر څۀ خپل وجوديت وبائيلي چې پۀ پايله کښې ئې هغه قام پۀ اجتماعي توګه د يوې ډېرې خطرناکې ناروغۍ ښکار شي چې Historical Amnesia يا “تاريخي هېره” بلل کېږي، د دغه ناروغۍ ښکار قامونو ته د خپل قامي وجود سره تړلي هر څۀ پردي ښکاري او د خپله لاسه د خپل قامي وجود پۀ رېزه رېزه کولو باندې فخر کوي خو دا احساس ورته بيخي نۀ کېږي چې دا کوم وجود چې زۀ رانړؤم، پۀ اصل کښې دا زما خپل وجود دے او د دې اجتماعي وجود پۀ فنا کېدو سره به زما انفرادي وجود هم فنا شي.

    پۀ پښتون وطن د تېر زرکلن ستم اثرات ډېر جوت او ښکاره دي چې د پښتون قام اجتماعي حافظه ئې بيخي له منځه وړې ده او پښتانۀ ئې د تاريخي هېرې پۀ دغه خطرناکه او موذي ناروغۍ اخته کړي دي. مونږ او تاسو پخپله اورو او وينو چې د تاريخي هېرې د دغه خطرناکې ناروغۍ اثرات څومره پۀ جنونيت سره وخت پۀ وخت سر راپورته کوي. د دغه ناروغي له کبله مونږ د خپل قامي وجود نه دومره لرېوتي يو چې پۀ خپله خاوره موجود خپل ټول تاريخي اثار راته پردي او د کفر نخښې ښکاري او چې لاس مو بر کېږي نو د خپله لاسه دغه تاريخي اثار ړنګوو، دا د همدغه تاريخي هېرې د ناروغۍ پايله وه چې د باميانو د بودها مجسمو ته مو بارود کېښودل او نيست و نابود مو کړل، دا د همدغه ناروغۍ پايله ده چې مونږ پخپله پۀ سوات، دير، مالاکنډ، بونير، کابل، صوابۍ، کوټې، مس عينک، باجوړ، تخت بهائي، ننګرهار، بلخ، پروان، کاپيسا او پکتيا کې هغه ټول تاريخي اثار خالص د ثواب او د جنت د ګټلو پۀ نيت ړنګ او د زمکې له مخه ورک کړل چې زمونږ د تاريخي عظمت ګواه وو، د همدغه ناروغۍ تسلسل دے چې د جولائۍ پۀ مياشت کښې پۀ مردان کښې د کاڼي پۀ جوړ شوي بې ساه او بې لاسو بې پښو مړ بودها يؤ څو تنه پښتنو د يؤ مولا صېب پۀ وينا جهاد وکړو او ځانونو ته ئې جنت الفردوس وګټلو، خو دغه خلکو ته يوه لحظه هم دا احساس ونۀ شو چې دا د پلک ګوزارونه مونږ د مړ او ډبرين بودها پۀ مړ وجود نه بلکې پۀ خپل قامي وجود کوو او د بودها پۀ ځاے مو د خپلې خاورې د تاريخ تنه بوده ټوټه ټوټه کړه. دغه خلکو دا کار خالص د ناپوهۍ او يو ځانګړي جنوني مذهبي فکر لاندې وکړو، دا هغه فکر دے چې تل ئې د تاريخي اثارو او نخښو نښانو پۀ ورانولو باندې وياړ کړے دے، کله زمونږ نسلي او قامي تاريخ پۀ يو او بل پورې تړي او کله راته ليکدود بدلوي او غواړي چې له دغه لارې زمونږ قامي تاريخ له منځه يوسي او زمونږ تړون زمونږ د پرون(ماضي) سره د تل لپاره پرېکړي. بايد دغه خلکو ته يؤ سپيناوے وکړم چې د مصر، ايران، شام، اردن، عراق او نورو ګڼ شمېر هېوادونو سره سره پۀ سعودي عربستان کښې هم پۀ ګڼ شمېر کې د دغه سيمې د لرغوني تاريخي دورې سره تړل شوې بلها مجسمې پۀ پوره وياړ خوندي ساتلې شوي دي؛ حالانکې د دغه ځاے خلک تر ټولو زيات د سخت دريزو اسلامي عقايدو منونکي دي خو نۀ پۀ حکومتي کچه، نۀ پۀ عوامي کچه او نۀ د هېواد ديني عالمانو د دغه مجسمو مخالفت وکړو او نۀ ئې زمونږ غوندې د کفر نخښې او د اسلام لپاره خطر ګڼي او نۀ ئې چا د ماتولو هڅه وکړه. د سعودي عرب پۀ حايل نومې ځاے کې د مصر د ابولهول د مجسمې پۀ څېر يوه لويه مجسمه تر نن ورځې ښۀ سلامت ولاړه ده، د دې ترڅنګ د جيزان پۀ سيمه کښې او د طايف پۀ لرغونتون (ميوزئم) کښې هم د لرغونې تاريخي دورې ګڼ شمېر مجسمې خوندي ساتل شوې دي، او عرب پرې وياړ کوي چې دا زمونږ تاريخي پانګه ده خو يو ديني عالم پرې د کفر د نخښو فتوه ورنکړه. دا د مذهب جنونيت ولې پۀ مونږ کښې داسې پۀ انتها دے؟ ايا زمونږ مذهبي پوهه زياته ده او کۀ دا عرب عالمان ناپوه دي؟ ژوندي قامونه خپل مړ تاريخ راژوندے کوي او د خپل راروان نسل لپاره ئې پۀ ډېر وياړ خوندي کوي خو مونږ ئې برعکس لګيا يو، خپل ژوندے تاريخ پۀ خپل لاس تس نس او ټوټه کوو، بدبختي نوره څۀ وي.

    سرچينې/حوالې:

    1. ګوتم بدهـ، راج محل سے جنګل تک، مصنف: کرشن کمار/خالد خان، ترجمه: پرکاش ديو

    2. ګوتم بدهـ، زندګي اور افکار، مولف: محمد حفيظ سيد

    3. د آغلې صفيه حليم مقالې

     

  • د پښتونخوا نوې ضلعې او د دې معدنيات – مولانا خانزېب

    څۀ دپاسه سل کاله د پېرنګي د ظلم او جبر نه ډک تور قانون اېف،سي، آر پۀ منګلو کښې ښکېل پاتې شوې پخوانۍ فاټا چې اوس ئې مونږ د پښتونخوا پۀ نوو ضلعو او منځنۍ پښتونخوا هم يادولے شو، د يو قامي پاڅون او غورځنګ پۀ نتيجه کښې پۀ يو دېرشم د مۍ کال 2018ز د تل لپاره دد غه جبر نه خلاصه شوه. د ظلم پۀ دغه يوه پېړۍ کښې څۀ دوه برخې زمانه يعنې څۀ دوه اويا کاله د پاکستان پۀ برخه هم ده. پۀ تاريخي بڼه اوويشت زره مربع کيلومټره دا خاوره د سويلي وزيرستان نه تر د باجوړ د پښتونخوا تاريخي برخه وه خو څۀ د خپلو کمزوري او څۀ د پېرنګي زورورتيا وه چې د ښي لاس دا مټ ئې د پښتونخوا نه شوکولے ؤ. دا هرڅه د پېرنګي د هغه دريځ ژوند ؤ چې د مغل بادار نه ئې زده کړي وو چې خلق سره وېشه او تۀ پرې باچاهي کوه. د پېرنګي د دور نه پس کۀ مونږ د پاکستان ددې سيمو پۀ اړه د ناوړې پاليسۍ ذکر وکړو نو هم هغه د پېرنګي پۀ سترګه باندې د دې ملک بادارانو دې سيمې ته کتلي چې پۀ نتيجه کښې ئې څه د يو کروړ پښتنو ژوند د جهنم پۀ عذاب بدل شوے ؤ. دلته تش پۀ نامه واکمني وه، پولیټيکل اېجنټ به د کروړنو روپو پۀ رشوتونو رالېږل شو او چې کله به دغه پوليټيکل اېجنټ يا د هغه لاندې چارواکي ددې سيمې نه واپس کېدل نو راغلي به د يوې جوړې جامو سره وو خو کډې به ئې بيا پۀ ټرکونو کښې بارېدې او پۀ ټرکونو کښې به هم نه سمبالېدې. د نغدو روپو پۀ شکل به چې دلته کوم لوټ مار شوے ؤ نو د هغې به څه اندازه نه وه معلومه ځکه چې پۀ دغه چور تالان کښې به دغه انتظامي چارواکي ځان له نه وو بلکې د فاټا سېکټرېټ پۀ نامه چې کومه ځانګړې اداره وه نو هرچا ته به حصه بقدر جثه رسول او ورکول شوه۔

    د حکومتي کارمندانو د دغه چورتالان جائز کولو لپاره به دلته د دې سيمې د ځينې مشرانو نه يوه مراعات يافته ډله او طبقه هم پۀ دغه هره ناروا او زياتي کښې برخه مند وه چې هم د دوي پۀ مرسته هر ناروا به روا کول شوه. که د پښتنو د نسلي تاريخ څېړنې پۀ اساس خبره وکړو نو ټول پښتانه ٬قبائل، دي يعنې هر پښتون وګړے پۀ لازم توګه د يوې قبيلې سره تړون لري. قبائليت د يوې انساني ټولنې د يو وګړي يوه پېژندګلو وي او دا پۀ تاريخي بڼه د انساني نسل د غورزو پرزو زمانه وه چې دے د قبائليت پۀ وندر ګېر او ښکېل ؤ. د پېژندګلو نه پرته قبائليت نور ځان ته هېڅ ريښه نه لري خو له بده مرغه د پېرنګي د اړخ نه چې کله دا سيمې د افغانستان او د هندوستان ترمېنځه يوه خالي ګاه وګرځول شوه او دغه ځانله والي څۀ دپاسه سل کاله شتون واخستو نو له بده مرغه دلته د قبائليت پۀ نامه يو ځانګړے تشخص او انځور جوړ کړے شو او د پاکستان پۀ اويا کلنه دوره کښې دې خلقو ته دا ځانله والے نور هم ورپوخ کړے شو. ځکه چې قائد اعظم هم ورته “بازو ئې شمشير زن”وئيلے ؤ. کله چې جنګونو او لښکرو ته به اړتيا شوه نو تر کشمير پورې به د دې سيمې نه لښکرې پاڅول شوې. که د شوروي اتحاد او کۀ د امريکا خلاف اخ او ډب جوړول وو نو هم د قبائلو نه کار اخستل شوے. قبائلو د پاکستان لپاره هرجنګ کړے، ځانونه ئې وژلي، وطن ئې وران شوے خو چې کله د دې اولس د خاورې او د قامي حقونو خبره راغلې نو د پاکستان واکمنو پرې ټول عمر ځان شپېلے کړے ؤ. پښتانه که پۀ هرځاے کښې دي نو اوس دوي له د قامي يووالي پۀ اړه ډېر ګامونه نور اخستل دي ځکه چې کۀ د پخوانۍ قبائلي سيمې پښتانه دي، کۀ د سمې پښتانه دي او که د سويلي پښتونخوا پښتانه، لا اوس هم د قامي مفکورې او پېوستون نه ډېر لرې دي. ځاے پۀ ځاے قبائلي کرکې دي. هره قبيله ځان د بلې قبيلې تربوره او دښمن ګڼي چې پۀ نتيجه کښې پښتانه د قبيلو پۀ نامه پۀ سلګونو قامونو وېشل شوي. که پښتانه پۀ نړۍ کښې سرلوړي غواړي، قامي ستونزې ختمول غواړي او د نړۍ سره ځان او قام سيال کول غواړي نو د افغانستان نه واخله تر پښتونخوا پورې به ځان پۀ يو قام بدلول وي چې د قبيلو نه قاميت ته لاړ نه شو ګینې نو هم دغه شان به برباد يو، وطن به مو وران وي او د قامي شعور کچه به مو هم دغه راز ټيټه وي څنګه چې د سابقه فاټا اولس ځان د قبائليت نه پۀ قامي يووالي او مټ وويستو او د پښتونخوا برخه شو. داسې بېداري بايد چې ټول پښتانه پۀ ارادي او شعوري ډول پۀ ځان کښې راولي. پۀ سابقه فاټا کښې د پوليټيکل اېجنټ شبکې به د افغانستان د سوداګرۍ او د سيمه ايز تجارت نه ګام پۀ ګام پېسې اخيستلې چې ددغه روپو به هېڅ کوم حساب کتاب او پوښتنه نه وه .ځينې ملکانو او خانانو ته به د حجرې د خرچې پۀ نامه پۀ لکونو روپۍ ورکول شوې چې دغه خرچو دغه خلق د قام د څپ نه ويستلي وو او دغه راز د پښتنو تاريخي او دوديز روايت ،جرګه، هم د مرۍ نه نيول شوې وه. د جرګې جوړول بيا پرېکړه ليک اعلانول دا هرڅه به پۀ معلوم نرخ باندې کولے شو. د انصاف پۀ نامه باندې به يو جمعه بازار لګېدلے ؤ چې چا به ډېرې روپۍ ولګولې نو د پوليټکل اېجنټ جرګې به د هغه پۀ حق کښې پرېکړه اعلانوله. دغه رنګ د نشه اي موادو پۀ ضد، اېنټي نارکاټېکس پۀ نامه پۀ اربونو ډالر د دې سيمې لپاره به د لوېديځ ملکونو له خوا وخت پۀ وخت رالېږل کيدلې چې د کوکنارو کرونده پرې بنده کړے شي. د کوکنارو کرونده پولټيکل اېجنټ پۀ زور بنده کړه او پۀ دغه روپو کښې يوه پېسه هم د دې سيمې کرونده ګر ته پۀ بدل کښې ورنه کړې شوه. حالانکه کوکنار د دې سيمې د کرونده ګرو د زمانو نه د پټي روايتي فصل ؤ. دغه کوکنار د پوډرو د نشې نۀ بلکې د روزګار لپاره خلقو کرل ځکه چې نن هم شپيتۀ سلنه برخه د کوکنارو د طبي دوايانو پۀ ضرورت کښې کارول شي خو نړۍ ته داسې ښودل کېده چې بس دا سيمه ټوله د پوډرو د کارخانو نه ډکه ده. د کوکنارو پۀ کروندې د بندېز له امله د دې سيمې کرونده ګر د ډيرې غريبۍ سره مخامخ شو. دغه رنګ د افغان جګړې د جرنېل مشرف د وخت نه چې د تندروي د جنګ پۀ نامه کوم اربونه ډالر د سابقه فاټا د سيمې پۀ برکت پاکستان ته راغلل نو د دې سيمې وګړي پکښې تر ننه بې برخې پاتې دي او نن هم دا سيمه کنډر کنډر ورانه ويجاړه پرته ده. بازارونه او کورونه د دې سيمې د پښتنو وران شو او رڼا ګانې ترې د نورو خلقو محلونو ته بوتلل شوې. يوشمېر وګړي اوس هم پۀ کېمپونو او د ملک پۀ نورو ښارونوکښې د بې کورۍ پۀ حالت کښې ژوند کوي. د دې ټول زور زياتي پۀ ضد پۀ دې سيمه د دېرشو کالو نه ډېر پۀ پرامنه ډول د آئيني بدلون لپاره يو غبرګون هم روان ؤ چې بالاخره پۀ کاميابۍ سره سرته ورسېدو او د سابقه فاټا سيمه د قامي وحدت او تړون پۀ اساس د خپل تاريخي وجود پښتونخوا سره وتړل شوه دلته د اسټېبليشمنټ، او د هغې ټولو علامتونو ته د عدم تشدد پۀ مفکوره او پۀ قامي مټ مېداني ماتې ورکړے شوه او پۀ دې ډول د نېشنل اېکشن پلان ،د قامي سياسي تړون د برخه ليک پۀ رڼا کښې فاټا اصلاحات او د دې سيمې د پښتنو د قامي حقونو، مقدمه ، پۀ پرامنه ډول وګټل شوه. د دې سيمې د تېر اويا کاله محرومو او ناخوالو ختمولو لپاره د پارليمان لۀ خوا پۀ آئيني توګه يوشمېر ليکلې ژمنې هم شوې دي چې مقصد ئې دا پاتې سيمې اوچتول او د ملک د نورو پرمخ تللي برخو سره پۀ سيالۍ کښې يوشان کول دي چې د عدالتونو راتلل د پښتونخوا صوبې د څوکو لپاره ټاکنې ترسره کول پۀ بشپړه توګه ترسره شوي هم دي خو ځينې ډېر ګامونه اوس هم لا نيمګړي پاتې دي چې پۀ قامي مالياتي انعام کښې درې سلنه برخه ورکول، هر کال سل اربه روپۍ ورکول، د زدکړو، روغتيا، پرمختګ او روزګار لپاره ګړندي ګامونه اخيستل دي خو تر اوسه د تحريک انصاف واکمن ګوند د دې سيمو پۀ اړه هېڅ کومه تګلاره نۀ لري. بلکې دا سيمې پۀ ځان يو بوج ګڼي چې د تاريخ پړه به د دې پۀ غاړه وي۔ دغه رنګ پۀ کليزه بوديجه (بجټ) کښې د دې ټولې سيمې پرمختګ لپاره هم څۀ مناسبه برخه نشته او صرف اتۀ څلوېښت اربه مختص کول د اوښ پۀ خلۀ کښې شوړه ورکول دي. کۀ چرته د ملک واکمن د دې سيمو د پرمختيا لپاره پۀ رښتيا ژمن وي او پکار ده چې شي چې سره د هرڅۀ بربادېدو نه پس هم د دې سيمې خلق بيا هم د دې ملک وګړي ځان شماري، د دې ملک وفادار دي او پۀ آئيني توګه د کراچۍ، لاهوراو پېښور د دې سيمو د وګړو تر مېنځ هېڅ کوم توپير هم پاتې نه شي نو پۀ دې د ملک واکمن غوږونه خلاص کړي چې نور د دې سيمې پښتانه بېدار دي. د پردو جنګونو او اشرو نه ستړي دي خوپۀ خپله خاوره امن او پرمختيا ته خامخا لېواله دي. دلته نوے کهول بېدار شوے نور پۀ خپله خاوره د بدبختيو پۀ ځاے پرمختګ غواړي ۔

    موجوده واکمن ګوند دې وروستو پاتې سيمو ته يوځل بيا شا کړې او پۀ دوه کاله واکمنۍ کښې تر نن پورې پۀ هغه آئيني ژمنو کښې پاتې راغلے چې کومې د دې سيمې د اولس سره شوې وې چې پۀ هغې کښې د ټولو نه غټه خبره ددې سيمو د پرمختيا لپاره هرکال سل اربه روپۍ ورکول وو. دغه رنګ دا سيمې او د دې استوګن د ډېرې غريبۍ ښکار دي. د نورو حکومتي پروژو سره دلته پۀ دې سيمو کښې پراتۀ معدنيات، ملي شتمنۍ ډېرې ګټورې کيدې شي. د مېنځې پښتونخوا داسې سيمه به نه وي چې دا معدنيات پۀ کښې پۀ لوے کچ نه دي پراتۀ چې پۀ هغې کښې د وزيرستان نه را واخله تر باجوړ پورې لوې لوې زېرمې دي چې تامبا، سره زر، ماربل، ګرېنائټ، نفرائټ، جسپر، آئرن هور، سوپ سټون، مېګنيز، کرومائټ، زمرود، بلور، ،اورئن ګېس او شيشه وغيره پکښې دي. د اسلام اباد د ريسرچ سنټر د وېنا تر مخه څۀ نورلس ډوله د معدنياتو زېرمې پۀ دې خاوره کښې پرتې دي او څۀ پينځه دېرش ملين ټن تامبا او سره زر، شل ملين ټن مېګنيز،يوسل اووه دېرش ملينه جپسم ،يوولس ملين ټن ډولومائټ او نور يو شمېر اندازه معدنيات پراتۀ دي. پۀ باجوړ کښې ځان له 5860ملين ټن ماربل، پۀ مومندو کښې 845 ملين ټن او پۀ خېبر کښې 345 ملين ټن ماربل دي ۔

    دلته که حکومت د دې سيمې د اولس نور خېرخواه وي نو بايد چې د افغانستان سره ټولې د تجارت لارې تر د باجوړ د ناواپاس پورې کولاوکړي چې اولس ځان پۀ خپله پۀ روزګار کړي. دغه رنګ د معدنياتو زېرمې راسپړدل غواړي خو پۀ معدنياتو کښې بايد چې يو څو خبرې پۀ پام کښې ونيول شي ۔ يو پۀ ټولو نوو ضلعو کښې پۀ سائنسي اصولو يو جامع سروے پکار ده چې د دې زېرمو درسته اندازه ښکاره شي. دوېم د پښتنو د زرګونو کالو تړون پۀ اساس دا شريکې ملي شتمنۍ دي، حکومت دې پۀ خپله ولقه کښې د دې د اخستو نه ډډه وکړي. پۀ هرځاے کښې دې پرې د اولس پۀ مشوره او جرګه کار شروع کړے شي. لانجې او اولسي شخړې دې پکښې ختمې کړې شي. اولس ته دې يا څېرمه قبيلې ته دې پکښې پۀ يو خاص اندازه کمېشن ورکړے شي، ټهېکدار دې د مقامي سيمې وي کۀ د چا پۀ ذاتي ځاے کښې معدنيات وي نو چلوي دې هغه خو د اولس برخه ده کمېشن پۀ شکل دې پۀ کښې ومنل شي. د دې زېرمو د چور تالان مخ نيوے دې وشي. پۀ سائنسي اصولو د راسپړدلو لپاره دې جديد سائنسي اوزار ورکړے شي او خام مال کراچۍ ته او نورو لرو سيمو ته د وړلو پۀ ځاے دې هم پۀ دغه سيمه کښې دې ورته برقي فابريکې ولګول شي چې د دغه سيمې اولس ورسره نور هم پۀ روزګار شي او د لرې ښاريو وړل هم ختم شي۔

    چې زمرود ئې پېداوار دے

    مونږ پۀ هغه وطن کښې لوږې تېروونه

  • د عوامي نېشنل ګوند جوړولو تاريخي شاليد – اوېس کمال

    د عوامي نېشنل ګوند جوړولو تاريخي شاليد – اوېس کمال

    پۀ بهټو دور کښې د سیاسي خلکو خلاف او پۀ خاصه توګه د نېشنل عوامي ګوند (NAP) پرخلاف سیاسي وېکټمائزېشن لپاره پۀ کال ۱۹۷۵ فرورۍ کښې د درېم ائیني ترمیم لاندې د ائین ارټيکل ۱۰ کښې بدلون وشو چې د هغې له مخه سیاسي کېس کښې نامزد او نامزد کېدونکي کس ته د قبل از ګرفتارۍ ضمانت ختم کړے شو او هغوي ئې د ‘اېنتي-سټېټ’ او ‘ د پاکستان دفاع، سالمیت او سېکیورټي’ پر خلاف کارونو کښې ملوث کېدو پۀ وجه غېر مقرره وخت لپاره قېد کول شروع کړل. د بهټو پۀ وخت کښې د نېپ قیادت او کارکنانو لپاره د ‘political prisoner’ اصطلاح بېخي له منځه ورکه شوه.

    دوېم کار دا وشو چې کله ولي خان پۀ بهټو دور کښې ليډر اف اپوزیشن شو نو بهټو پۀ پنجاب کښې د ولي خان پۀ مقبولیت کښې خپل سیاسي مرګ کتلو نو هغۀ پۀ هر قیمت ولي خان او نېپ د سیاسی منظرنامې نه لرې کولو لپاره کار شروع کړو، د حیات شېرپاؤ مرګ نه پس په ۲۴ فرورۍ ۱۹۷۵ کښې دPolitical Parties Act of 1962 د سېکشن – ۴ لاندې بهټو حکومت پۀ نېپ بندېز لپاره سپریم کورټ کښې رېفرنس دائر کړو، پۀ دې رېفرنس کښې د اخباري رپورټونو او د نېپ قیادت تقریرونو نه علاوه نور هېڅ ثبوت نه ؤ. پۀ دې مقدمه کښې ولي خان ته عدالت کښې د خبرو کولو اجازت نه ؤ. دا مقدمه یو څو میاشتې وچلېده او ۳۰ اکتوبر ۱۹۷۵ کښې عدالت پۀ نېپ بندېز ولګولو. د حېرانتیا خبره دا ده چې دا فېصله جسټس حمود الرحمن کړې وه څوک چې پۀ اکېډمیا کښې د حمود الرحمن کمېشن لپاره څۀ ډېر زیات مشهور دے!

    د دې مقدمې دوران کښې د نېپ سیاسي خلا پوره کولو لپاره پۀ شپږم نومبر ۱۹۷۵ اسلام اباد کښې نېشنل ډېموکرېټک پارټي جوړه شوه چې شېرباز خان مزاري ئې صدر او مور بي بي ئې نائب صدره وه.

    دې مقدمې ته سکهر سازش کېس وائي. هغې نه پس بیا حېدراباد سازش کېس شروع شو او دنېپ ټول قیادت جېلونو کښې واچول شو. د حېدراباد سازش کېس پۀ چارج شیټ کښې یوه خبره د ‘نظریه پاکستان’ او ‘پاکستان سالمیت’ خلاف کار کول شامل وو. نن چې مونږ د ‘نظریه پاکستان’ دا ټکے اورو نو د دې تاریخ د بهټو دور نه شروع کېږي، د ‘نظریه پاکستان’ دا ټکے د بهټو دور ایجاد دے او هم دا اصطلاح بیا ضیاء الحق د سیاسی کارکنانو او صحافیانو خلاف استعمالوله. لۀ دې مخکښې د یحیي خان مارشل لاء کښې وزیر اطلاعات نوابزاده شېر علي خان پټودي ‘نظریاتی سرحدين’ اصطلاح متعارف کړې وه لکه څنګه چې نن سبا د ‘ففتهـ جنرېشن – وار’ استعمالېږي، د حېدراباد سازش کېس چارج شيټ وفاقي سېکرټري داخله عدالت کښې جمع کړے ؤ. دا مقدمه درې څلور کاله وچلېده او پۀ دې ټول دوران کښې عدالت څو څو ځله وفاقي سېکرټري داخله ته حکم وکړو چې عدالت کښې پېش شي او د ‘نظریه پاکستان’ قانوني تعریف دې وکړي چې اخر دا ‘نظریه پاکستان’ وائي څۀ ته چې مونږ بیا د ‘نظریه پاکستان’ قانوني تشریح نظر کښې وساتو او د هغې پۀ بنیاد فېصله وکړو خو بهټو دور کښې هغه یو ځل هم پېش نۀ شو!

    په ۵ جولائي ۱۹۷۷ کښې ضیاء مارشل لاء ولګوله او پۀ نومبر کښې ولي خان د وفاقي سېکرټري داخله پۀ عدالت کښې د پېش کولو لپاره پټیشن دائر کړو. پۀ دسمبر کښې وفاقي سېکرټري داخله عدالت کښې پېش شو او ولي خان ترې نه عدالت کښې پۀ خپله پوښتنه وکړه چې هغه دې د ‘نظریه پاکستان’ تشریح وکړي چې ‘نظریه پاکستان’ څۀ ته وائي خو هغۀ هېڅ جواب ؤ نۀ کړے شو بلکې دا ئې هم ووئيل چې دا چارج شیټ پۀ خپله نه ؤ جوړ کړے بلکه د وزارت قانون مشير عبدالحفیظ پیرزاده د مشرۍ لاندې جوړ کړے شوے ؤ. عدالت دا مقدمه خارج کړه او ولي خان ته ئې د ضمانت جمع کولو ووئیل خو هغۀ ضمانت جمع کول رد کړل نو پۀ شپږم دسمبر ۱۹۷۷ عدالت ورته پخپله ضمانت ورکړو او ولي خان سره ټول ملګري ئې هم رها کړل .

    ضیاء مارشل لګولو سره الېکشن معطل کړو او سیاسي سرګرمیو باندې ئې پۀ اکتوبر ۱۹۷۹ کښې بندېز ولګولو، د دې لپاره ضیاء پۀ ۱۹۸۱ کښې پي سي او (Provisional Constitutional Order) جاري کړو. پۀ پي سي او کښې دا خبره شامله وه چې هغه ټول ګوندونو چې مارشل لاء لګېدو نه پس يعنې د ۱۱ اکتوبر ۱۹۷۹ نه مخکښې جوړ شوي دي، د هغه ټولو ګوندونو پۀ سیاسي سرګرمیو کښې حصه اخستلو باندې پابندي ده.

    د دې عمل خلاف اېم ار ډي تحریک شروع شو، دا پابندي تر کال ۱۹۸۵ پورې برقراره وه، دې دوران اېم ار ډي د کال ۱۹۸۴ رېفرنډم کښې د حصه اخستلو بائیکاټ وکړو او په فرورۍ ۱۹۸۵ کښې کېدونکي الېکشن بائیکاټ ئې هم وکړو ځکه چې دا الېکشن غېر جماعتي ؤ. جنرل الېکشن کېدو نه پس وزیراعظم جونېجو پۀ جولائي کښې پۀ سیاسي ګوندونو د بندېز ختمولو خبره سېنېټ کمېټۍ ته وکړه. پۀ نومبر کښې دا بل پېش شو او پۀ دسمبر کښې دا بل پۀ سېنېټ کښې پاس شو. جونېجو یو بل کار دا وکړو چې د اتم ائیني ترمیم په بدل کښې ئې پۀ ۱۹۸۵ کښې مارشل لا ختم کړه، همداسې د نورو وجوهاتو پۀ وجه بیا ضیاء ،جونېجو د وزیراعظمۍ نۀ ډِس مس کړلو.

    د بهټو پابندۍ نه راواخله تر د ضیاء سیاسي ګوندونو باندې پابنديو دوران کښې اکثر رجعت پسند ګوندونه ضیاء سره ودرېدل او د هاغه وخت صورتحال د روس افغانستان ته راتللو پۀ وجه لېفټسټ کارکنان لۀ سیاسي عمله غېب شول، دا ټولې خبرې د عوامي نېشنل ګوند جوړولو تاریخي شالید وې، د دې لپاره پۀ جولایی ۱۹۸۶ کښې پۀ زرداری هاوس کراچۍ کښې د رسول بخش پلېجو عوامي تحریک(د دې پارټۍ نوم سند عوامي تحریک ؤ او تر سند پورې محدوده وه، پۀ شپږمه لسیزه کښې دې پارټۍ ماوسټ رنګ لرلو خو پۀ اتمه لسیزه کښې ئې بيا مارکسټ-لېننسټ رجحان لرلو) ، د افضل بنګش مزدور کسان پارټي، هغه چې مارکسټ-لېننسټ رجحان ئې لرلو، د بزنجو پاکستان نېشنل پارټي پښتون، پنجابي او سندي (د پارټۍ په اغاز کښې بلوچستان پورې محدوده وه خو یو څو کاله پس د نېشنل پروګرېسو پارټي انضمام سره نور ملک کښې خوره شوه— بزنجو پخپله عوامي نېشنل ګوند کښې شامل شوے نه ؤ) او نېشنل ډېموکرېټک پارټۍ انضمام سره عوامي نېشنل ګوند جوړولو عمل ترتیب شو، د پارټۍ منشور ضداستمعار او ‘عوامي قامي جمهوري’ پروګرام ؤ.

    عوامي نېشنل ګوند تر پښتنو پورې ولې محدوده پاتې شوه، د هغې ډیر څۀ وجوهات دي چې بیا به چرته خبره پرې وکړو خو دلته به یو څو وجوهات بیان کړم چې وړومبۍ هغه زړه خبره چې هر یو لېفټسټ ځان له ډېړ انچي جمات جوړ کړے ؤ، چا ځان ماسکو سره تړلے او چا بېجنګ سره، څوک انقلاب پخپله راوستل غواړي او څوک انقلاب د روس یا بيجنګ پۀ مرسته راوستل غواړي.

    دوېمه وجه د برلن دېوال نړېدو سره نړیوال سیاسي سسټم بائي پولر نه یوني پولر شو نو ټول سوشلسټان، انقلابیان تتر بتر شول.

    د پي ټي اېم راتللو سره چې کوم یو نوے جزباتي فوځ راوتلے دے چې د چا د سیاسي شعور اغاز د خپل ځان تاریخِ پېدائش نه کېږي، هغوي پۀ عوامي نېشنل ګوند دا اعتراض کوي چې عوامي نېشنل ګوند اوس د باچا خان او ولي خان ګوند نۀ دے پاتې شوے خو هغوي بیا پۀ دې خبره نۀ کوي چې پښتانۀ هم اوس هاغه نۀ دي پاتې شوي، افغانستان هم اوس هاغه نۀ دے پاتې شوے، د خطې سیاست هم اوس هاغه زوړ نۀ دے پاتې شوے، د هر دور خپل سیاست وي او د عوامي نېشنل ګوند سیاست ته د هغې پۀ تناظر کښې کتل پکار دي، اکثره خلک د تشدد او عدم تشدد خبرې راوسپړي، زما پۀ خیال عدم تشدد باچا خان بابا لپاره عقیده وه، ولی خان لپاره تشدد او عدم تشدد دواړه د حالاتو مناسبت سره سټرېټیجي وه او نننے عوامي نېشنل ګوند د پوزېټېو سټېټس-کوازم سیاست کوي، چې تر څو ائیډئیل صورتحال جوړېدل ممکن نه وي تر هغې پورې به لږه څۀ ګزاره کول وي.

  • اتلسم ائيني ترميم چېړلو کښې د چا هم ګټه نشته! – رؤف يوسفزے

    اتلسم ائيني ترميم چېړلو کښې د چا هم ګټه نشته! – رؤف يوسفزے

    پۀ سرکاري محکمه کښې د ځوانانوضلعي افسر راته څو ورځې مخکښې وئيلي وو چې پۀ يو ميټنګ کښې مونږ ټولو پۀ دې خبره کوله چې موجوده حکومت د لوبو او ځوانانو صوبائي بجټ ډېر زيات کړے دے ځکه چې عمران خان د ځوان کهول سره دغه وعده کړې وه . پۀ دغه ميټنګ کښې هم يو دغه افسر دے چې پۀ زمکني سياست او خلقو ډېره زياته پوهه لري . هغۀ ما ته خپل نوم د نۀ ښودلو پۀ شرط ووئيل چې ميټنګ کښې ورته ما ووئيل چي مشرانو او دوستانو، دا خبره ډېره غلطه ده او پۀ دې بجټ کښې د پاکستان تحريک انصاف هېڅ کمال نشته ځکه چې دا دومره غټ بجټ او نورې صوبائي فائدې صرف د اتلسم ائيني ترميم له برکته دي . زمونږ مسئله هم دغه ده چې پۀ الزام ، دعوه او پراپېګنډه ټول سمدستي يقين کوو او د افسوس خبره دغه ده چې تعليم يافته کسان پۀ هم دغه شان پراپېګنډو کښې راشي . بهرحال پۀ خېبر پښتونخوا او نورو صوبو کښ هم دغه شان انقلابي اقدامات هم د اتلسم ترميم پۀ برکت شروع شوي دي او پۀ دې کښې هم هېڅ شک نشته چې مونږ ته نور هم ډېر سفر پاتې دے لکه هائيډرو پاور جنرېشن سره سره پۀ نورو صوبائي وسيلو باندې پۀ پوره کنټرول راوستو کښې هم لا ډېر کار پاتې دے.

    اتلسم ائيني ترميم کښې داسې څۀ دي چې اسټېبلشمنټ او پي ټي ائي ئې دومره شديد مخالفت کوي ؟

    پاکستان کښې مختلف الخيال، رنګ او نسل قامونه ژوند کوي، د تقسيم نه پس حالات او د ډېرو خلقو خيالات هم بدل شو. فال اف ډهاکه پۀ دسمبر 1971 کښې کېږي او د پاکستان ټول اوسېدونکي ټراما کښ لاړل او نن هم چې خلک دغه دردناکه ماتې رايادوي نو يو لوے اه کوي . دغه جدائي او شکست ولې زمونږ نصيب شو. پۀ دې اړه حمودالرحمان کمېشن جوړ شو، رپورټ هم مرتب شو خو د اوسني نسل پۀ ذهن او خلۀ کښې دغه يو سوال راوچتېږي، چي مخکښې څۀ وشو؟ دا څۀ چې وشو، دا ولې وشو، نتجه ئې څۀ شوه او صفا خبرې ولې لا تر اوسه مخې ته رانغلې؟ خبرې ډېرې وشوې او لا کېږي خو څوک هم پوهه نۀ دي او هم دا وجه ده چې د ځوان کهول پۀ ذهنونو کښې پۀ سلګونو سوالونه دي خو له بده مرغه دلته جواب کله هم نۀ دے ملاو شوے. د سزا او جزا عمل هم پۀ دې وطن کښې نۀ مخکښې ؤ او ښکاري داسې چې نۀ به بيا وي، بس شپې ورځې دي چې تېرېږي او هر سړے صرف وخت له ديکه ورکوي . د اتلسم ترميم خبره اصل کښې د جناح صېب پۀ ژوند کښې شروع شوې وه کله چې بنګاليانو اردو خپله قومي ژبه اختيار کولو نه انکار وکړو او ډېرې مظاهرې هم وشوې . عجيبه منطق ؤ چې اکثريت به د پينځۀ فيصده خلقو ژبه وائي. پکار هم دغۀ وو چي پۀ بنګال کښې دفتري او قامي ژبه هم د هغوي مورنۍ ژبه ګرځولې شوې وې او هغوي ته اجازت ورکړے شوے وے چې خپله ژبه دې پۀ دفتر کښې کاروي او صفا خبره هم دغه ده چې اردو خو زمونږ د رابطې ژبه ده . هم دغه نکته ده نه چې ترې د مغربي او مشرقي پاکستان اختلافات شروع شول او بيا نورې خبرې هم ډېرې پېدا شوې لکه سول سروسز، سپورټس، پوليس او فوج کښې ئې د بنګاليانو حصه پۀ نشت وه . د بنګله دېش جوړېدو پورې پاکستاني کرکټ ټيم کښ صرف يو لوبغاړي ته حصه ورکړې شوې وه او هغه هم پۀ اخري ورځو کښې ، مطلب چې پي سي بي دغه کار سياسي طور باندې کړے ؤ چې د بنګله دېش خلقو ته د يووالي پېغام لاړ شي.

    که چرې د تقسيم نه سمدستي پس صوبو ته پوره اختيار ورکړے شوے ؤ نو داسې به کله هم نۀ کېدل . پۀ دې ضمن کښې پاکستاني پاليسي مېکرز ته دا يوه خبره بيا بيا کول او يادول ډېر زيات ضروري پۀ دې وجه دي چې دوي نه اکثر هم خپل تاريخ هېر وي .

    بيا د درې اويا ائين جوړېږي، د دې نه مخکښې د قوم او ټولو ادارو ملاګانې ماتې وې او د هر چا مورال پرېوتے ؤ خو بيا بهټو او اپوزيشن پۀ شريکه يو تاريخي کار وکړو او يو متفقه ائين ئې دې ملک له جوړ کړو. پۀ دې کښې هم شک نشته چې بنګال جوړېدو کښ د بهټو هم ډېر لاس ؤ.

    دغه ځاے کښې يو ځل بيا اپوزيشن د صوبائي خودمختارۍ د خبرو نه پۀ دې وجه لاس واخستل چې په دغه ورځو کښې پاکستان ډېر زخمي ؤ او پۀ شريکه دغه فېصله وشوه چې وخت سره سره به خودمختاري د ائين برخه جوړوو. څۀ څلوېښت کاله انتظار نه پس دغه خوب رښتيا شو او د پښتون اولس يو لوے ارمان هم د صوبې د نوم بدلېدو سره پوره شو او دغه شان پۀ وړومبي ځل د صوبائي خودمختارۍ ثمرات صوبو ته راتلل شروع شو. زمونږ پۀ شان وړې صوبې ته نۀ صرف خپل نوم ملاو شو بلکې نور يو شمېر خپل او جائز حقوق هم ورته ملاو شو. څنګه چي ما پۀ اول کښې ليکلي دي چې د خود مختارۍ سفر دلته ختم نۀ دے بلکه هم دغه ځاے نه شروع کېږي . خپله خاوره خپل اختيار. . . د دې نعرې مقصد ډېر واضح دے چې پۀ دې زمکه د ټولو وسيلو اصل مالکان د دې وطن بچي دي او هم دوي به فېصله کوي چې څنګه او پۀ څۀ نرخ به ئې خرڅوو. زما پۀ دې خبره سر خلاص دے چې اقتصادي طور باندې مضبوطې صوبې به فېډرېشن طاقت کښې ساتي، يعنې چې صوبې څومره زياتې مالدارې، خودمختاره او خوشاله وي نو هم دومره به مرکز هم مضبوط او قوي وي .

    طاقتور فېډرېشن کله هم لاندې ښارونه کلک نۀ شي نيولے . دوه څيزونو کښې د وخت سره سره نوره هم ښکلا راځي چې پکښې يو د علم خورول او بل د پاور شيئرنګ يعنې اختيار لاندې طبقو ته ورکول دي . دا خبره هم واضحه او ښکاره ده چې بغاوت او جنګ انسان پۀ هغه وخت کښې کوي چې کله ورته خپل جائز حقونه نۀ ورکړے کېږي ۔.

    اتلسم ائيني ترميم هم يوه دغه هڅه وه چې ټول سياسي ګوندونه جرګه شي او يوه داسې خبره باندې ودرېږي چې د وطن او د اوسېدونکو پکښې پرامن او سوکاله ژوند وي . پاکستان پيپلز پارټۍ ، اے اېن پي او نورو سياسي جماعتونو تقريبا پنځه دېرش ميټنګونو نه پس يو داسې ډرافټ تيار کړو چې ټولو ته قابل قبول ؤ او خاص کر پۀ دې ډېر زيات زور ورکړے شو چې پۀ دې وطن کښې د مارشل لاء ټولې لارې بندې کړې شي او هم داسې وشوه. پۀ دې لړ کښې د عوامي نېشنل ګوند هلې ځلې، کوششونه او ستړې د ستائنې وړ څۀ چې کۀ د ګوند مرکزي مشر اسفنديار ولي خان نۀ وے نو دا ترميم به هم ممکن نۀ ؤ ځکه چې څنګه د درې اويايم پۀ ائين جوړولو کښې د ولي خان کردار ډېر زيات مهم دے نو هم دغه رنګ دلته د اسفنديار ولي خان کردار ډېر مرکزي دے. د عوامي نېشنل ګوند لۀ خوا افراسياب خټک پۀ دې ټولو هلو ځلو کښې او پراسس کښې ډېر پۀ موثر انداز کښې برخه اخستې وه ۔

    پۀ يو شق کښې داسې ليکنه شوې ده چې کۀ چا هم پۀ خپل اختيار کښې مارشل لاء سپورټ کړه هغه افسر (سول وي کۀ ملټري) د ائين د ارټيکل شپږ لاندې به ټرائل کېږي .

    او دې سره سره صوبائي خود مختارۍ طرف ته غټه خبره دا شوې وه چې اېن اېف سي اېوارډ لاندې به صوبو ته پوره پوره حصه ورکړې کېږي ۔

    پۀ دې ائيني ترميم زمونږ اسټېبلشمنټ کله هم خوشحاله نۀ دے . د دې ائيني ترميم د مخنيوي او يا بېخي د منځه وړلو لپاره مختلفې دسيسې وکارولې شوې او يو ډاکټرائن هم مخې ته راغلو. زورورو غوښتل چې هر څنګه چې وي خو چې دا ترميم رول بېک کړے شي اويو وارې بيا د صوبو خومختاري وتروړلې شي . کۀ څۀ هم دا ترميم د ملک پۀ ګټه دے خو بيا هم پته نۀ لګي چې ولې د ځينې خلقو پۀ سترګو کښې غړېږي او برداشت کولے ئې نۀ شي . واضحه خبره ده چې د عوامي نېشنل پارټۍ د سياسي مبارزې غټه حصه پۀ صوبائي خود مختارۍ اډاڼه ده . دوي قربانۍ هم ورکړې دي، سختې ئې هم ګاللې دي او د خپل زوړ او پوخ سياست لۀ وجې پۀ دې هم پوهه دي چې د دې ملک ګټه او پرمختګ صرف او صرف پۀ دې ترميم کښې پټه ده نو هم دا وجه ده چې اے اېن پي د دې ائيني ترميم پۀ شا کلکه ولاړه ده او هره هغه هڅۀ شنډه کوي کومه چې د دې ترميم خلاف مخې ته راځي . يعنې مونږ دا وئيلے شو چې نن د دې ترميم د بچاو لپاره اے اېن پي بېخي پۀ اوله مورچه ولاړه ده. او هم دا وجه ده کله چې د سياسي قيادت سره يو ناستے وشو او بېن السطور ئې هم دغه کوشش وکړو چې سياسي ډلې پۀ خپله خبره پوه کړې شي. خو سياسي ګوندونه پوهه دي چې دا ترميم د ډېر لوے کړاو او زيار نه پس ترلاسه شوے دے او د دې ملک او قام دواړو لپاره ډېر زيات ګټور او مهم دے نو هم دا وجه ده چې پاخۀ سياسي ګوندونه پۀ دې ترميم کښې هېڅ قسمه رد و بدل ته تيار نۀ دي ۔

    سياسي پوهه لرونکي نظر لري چې د اتلسم ترميم حوالې سره اسټېبلشمنټ چا غلط ګائيډ کړے دے او هم دغه وجه ده چې څو ورځې مخکښې پي ټي ائي سېنېټ کښې د ترميم بل هم راوړۀ کوم چې د ناکامۍ سره مخ شو.

  • د ډيورنډ ازغن تار – شميم شاهد

    د ډيورنډ ازغن تار – شميم شاهد

    څۀ هم کۀ پۀ ښکاره توګه د پاکستان سياسي چارواکي د افغانستان سره د اړيکو ښۀ کولو دعوېٰ کوي نو پۀ پټه هم ځينې خلق او ادارې دا کوشش کوي چې پۀ افغانستان دباؤ زيات کړي. خو صرف پۀ افغانستان کښې خلق د يو بل سره پۀ شر اخته کړي. بلکې د دغه خلقو دا هم کوشش دے چې د ډيورنډ د ليکې نه پۀ مشرق کښې پراتۀ پښتانۀ د افغانستان نه بېل کړي. بل طرف ته د ډيورنډ د ليکې نه پۀ مشرق کښې مېشته افغان اولس ډېر زيات ځپلے شوے دے. کۀ افغانستان د کال 1979ز نه را پۀ دېخوا پۀ جنګونو کښې تباه شوے دے يا کېږي. هم دغه شان د پښتونخوا افغانان پۀ ډېره پټه او ناترسه دسيسه کښې تباه کوي. له بده مرغه امريکه همېشه لپاره د خپلو مفادو لپاره ټوله نړۍ کښې خلق جنګوي خو پۀ دې لړکښې امريکې ته د برطانئې، سعودي عرب او د پاکستان د جاسوسي فوځي ادارو کمک هم حاصل دے. امريکې هم وخت پۀ وخت پۀ پاکستان کښې د جمهوريت پۀ ځاے باندې د امريت مرسته کړې ده او کوي ځکه چې د امريت پۀ دور کښې د امريکې مقصدونه د پاکستان له لارې ډېر پۀ اسانه پوره کېږي.

    پۀ افغانستان کښې د اسلام او جهاد پۀ نوم چې کومه تباهي شروع کېده نو خداے بخښلي باچاخان او ولي خان د هغې نشاندهي د ډېر پخوا نه کړې وه خو له بده مرغه د پښتنو د دې مشرانو دغه خبرې چا نۀ اورېدې او نن حالات دا دي چې نۀ صرف ملت پال ګوندونو سره تړلي خلق بلکې د نورو ګوندونو يعنې د جماعت اسلامي، جمعيت العلماء اسلام، مسلم ليګ، پاکستان پيپلز پارټي او دغه شان نور هم پۀ دې پوهه شوي دي او مني چې پۀ افغانستان کښې جهاد پۀ حقيقت کښې فساد ؤ او د دغه فساد هدف صرف شوروي اتحاد تباه کول نۀ وو بلکې افغان اولس نور هم د يو بل نه بېلول وو.

    اول امريکې خپل هدف پوره کړو. روس، امريکه، برطانيه او سعوديان د پاکستان يو مخصوص ټولګي ته پوره پوره د پښتنو د تقسيمولو او غلامان جوړولو لپاره لاره ورکوي. بدقسمتي دا ده کۀ يو طرف ته افغانستان کښې ګډوډے ؤ او د افغانستان چارواکي د پاکستان د دغه ټولګي پۀ دسيسو چپه خولۀ دي، نو بل طرف ته د پښتونخوا اولس هم لکه د پخوا پۀ شان پۀ خوب اودۀ او پۀ خپلو کښې تقسيم دي. د دې باوجود چې زيات خلق پوهه شوي دي او مني چې د افغانستان جنګ جهاد نه بلکې فساد ؤ.

    پۀ پاکستان کښې د يو خاص ټولګي هدف د پښتنو پۀ وسائيلو قبضه کول دي خو دوي بيا هم اودۀ دي . کۀ سياسي، مذهبي ګوندونه پۀ دې پوهه هم دي چې د پاکستان دغه خاص ټولګي د اسلام او جهاد پۀ نوم باندې اول د امريکې د ګټو لپاره د اسلام نوم استعمال کړو او اوس د خپل مرام لپاره د اسلام نوم استعمالوي خو بيا هم د دغه مذهبي سياسي ګوندونو مشران خاموشه دي. دوي ويني چې د افغان اولس د تباهۍ او پۀ افغانستان کښې جنګ ته دوام ورکولو لپاره د پېښور، جنډوله، ټانک، دته خېل، شمالي وزيرستان، باجوړ، تيراه، خېبر او نورو ځايونو کښې د ترهه ګرو مرکزونه پرانستې شوي دي. پۀ دغه مرکزونوکښې تربيه شوي ترهه ګر پۀ دې ټوله سيمه کښې د اړي ګړي، د امن غوښتونکو د وژلو لپاره د تورو شيشو پۀ ګاډو کښې ګرځي را ګرځي خو بيا هم مونږ پښتانۀ پوهه نۀ يو. اوس چې کومې خبرې پۀ قامي اسمبلۍ کښې د پاکستان مسلم ليګ (ن) شاهد خاقان عباسي، خواجه اصف، احسن اقبال، خواجه سعد رفيق، د پاکستان پيپلز پارټۍ قادر پټېل، ډاکټر نفيسه شاه يا پۀ سېنېټ کښې د جماعت اسلامي مشتاق احمد خان، د پاکستان پيپلز پارټۍ رضا رباني يا نور کوي نو هم دغه خبرې باچاخان، ولي خان او اسفنديار ولي خان پۀ پارلېمان کښې کولې خو چا ورته غوږ نۀ ؤ نيولے؟

    نن وخت راغلے دے چې پښتانۀ مشران او ليکوالان د دې موقعې نه فائده وچته کړي او د اسلام، جهاد، دهشت ګردۍ پۀ نوم باندې د روانو دسيسو مخه ونيسي. کۀ داسې ونۀ شو نو پۀ دې نزدې وختونو کښې به پښتانۀ د لوږې او تندې د لاسه کډه پۀ سر شي او يا به مړۀ شي. د ډيورنډ پۀ کرښه باندې د ازغن تار لګولو نه وروستو پۀ لکهونو خلق بې روزګاره کېږي او هېڅ څوک هم پۀ دغه ازغن تار خبره نۀ کوي. پۀ دې کښې څۀ شک نشته چې پاکستان او افغانستان دوه جدا جدا هېوادونه دي، خو دا هم حقيقت دے چې د ډيورنډ د کرښې نه دواړو غاړو ته پروت يو قام او اولس دے. اوبۀ پۀ ډانګونو نۀ بېلېږي. پکار ده چې د ازغن تار دغزولو نه وروستو د دغه يو قام او اولس پۀ مستقبل باندې هم خبرې وشي. اوس وخت دے چې پښتانۀ سياسي، مذهبي، مشران، ليکوال او دانشوران پۀ خپلو کښې صلاح وکړي چې د ډيورنډ پۀ کرښه د ازغن تار نه وروستو به د پښتون افغان اولس مستقبل څۀ وي؟ د پښتنو د معيشت يواځينۍ لار افغانستان او وسط اېشيائي ملکونو سره تجارت دے او کۀ دا تجارتي لارې بندې شي نو بيا به څۀ وي؟

  • د سپين تنګي د شهيدانو تذکره – ډاکټر محب وزير او ناصر مخدوم

    د سپين تنګي د شهيدانو تذکره – ډاکټر محب وزير او ناصر مخدوم

    (يادګيرنه: د پښتون مجلې د اګست شمارې لپاره مونږ د خپل ناچاپه کتاب تهل وزير: د خدائي خدمتګارانو تذکره څخه د نمونې پۀ توګه د يو څو شهيدانو تذکره دلته وړاندې کوو، د نورو زياتره شهيدانو تذکره لوستونکي زمونږ پۀ کتاب کښې لوستلے شي چې ډېر زر به د چاپ له مرحلو راووځي . محب/مخدوم)

    موئې ادې

    نوم ئې خداے خبر چې څه ؤ خو پۀ سيمه کښې ئې پۀ موئې ادې/موئې نيا/موئې بي بي شهرت لرلو. د خاوند نوم ئې بندکي وو. د هاتي خېلو د سنځرخېل څانګې سره يې تعلق لرلو. دوه ځامن او څلور ئې لوڼه وې. يو زوے اصل خان چې د مور سره ئې د سپين تنګي پۀ هم دغه پېښه کښې ځان پۀ شهادت ورسولو او بل زوے ئې اکبرزمان نومېدو. د اکبرزمان دوه زامن دي، محمدسبحان چې پوليس کښې تهاڼېدار او لقمان چې د سکول استاذ دے. د لور له اړخه ئې د يو نمسي نوم فاروق دے. دارنګې دا درې واړه د موئې ادې نمسيان دي. د موئې ادې پۀ اړه دا لنډ تنګ معلومات مونږ ته دغو درې واړو پۀ شريکه راکړي دي.

    د دوي د دغو نمسيانو د وېنا ترمخه موئې ادې د پنځوسو کلونو پۀ عمر کښې پۀ شهادت رسېدلې ده. نو پۀ دغه حساب ئې د زېږون کال اتلس سوه اتيا (۱۸۸۰) جوړېږي.

    موئې ادې پۀ دين او وطن کلکه مئينه ښځه وه. خپل زامن ئې تش دې لپاره لويول چې د وطن او دين د ازادۍ لپاره به کلکه مبارزه کوي. پۀ سيمه کښې به چې چرته د ازادي خوښو خلقو جلسه يا کومه غونډه وه، نو دې به خپل زامن ورلېږل، پۀ خصوصي توګه به ئې خپل مشرے زوے اصل خان خامخا د شرکت لپاره ورلېږلو. اصل خان ئې د خدائي خدمتګارۍ کارونو ته مکمل وزګار کړے ؤ.

    کله چې پۀ سپين تنګي جلسه وټاکل شوه نو کۀ د ازادي خوښو خدائي خدمتګارانو جوش او جذبه د کتو وه، نو بل خوا د پېرنګي قهر هم د ليدو ؤ. د سيمې ملکانانو او خان بهادرانو به خلق د اول نه خبرول چې جلسه کښې شامل نه شئ . نو د پېرنګي د قهر په خاطر موئې ادې هم د خپل زوي اصل خان سره د سپين تنګي مېدان ته لاړه او د ځان سره يې پاتکيو (د کودرو نه جوړ د اوبو لوښے) کښې اوبه وړې وې . زوے ئې جلسې ته ورغے او موئې ادې د څو نورو زنانؤ سره ورته لرې د بېرې ونې لاندې کښېناستله او د جلسې کاروائي ئې ليدله او اورېدله.

    څنګه چې جلسه کښې جنګ شروع شو، نو موئې ادې او نورو زنانؤ د زخميانو پۀ لور ورمنډه کړه چې اوبۀ ور ورسوي چې پۀ دې کښې يوه ګولۍ د موئې ادې پۀ تندي ښخه شوه او پۀ ځاے شهيده شوه. چې کله زخميان او شهيدان راټولول کېدل نو پته ولګېده چې د موئې ادې ځوان زلمے زوے اصل خان هم پۀ شهادت رسېدلے ؤ. د وطن پۀ خاطر او دين پۀ خاطر مور او زوي دواړو سرونه ولګول او ابدي ژوند ئې بيا موندو.

    احمدخان

    د سپين تنګي پېښې زمونږ يو شمېر مبارزين او پۀ قام او وطن او دين مئين خلق له مېنځه وړي دي. احمدخان هم دغو مبارزينو کښې يو ؤ. د ګلابت خان زوے ؤ او د کونډې پيرباخېل د ميري خېل شاخ سره ئې تعلق درلودلو چې په غټه کښې هاتهي خېل وزير دي. د ميري خېل مرغالي کلي اوسېدونکے وو.

    د زېږون نېټه ئې رفيق خان څوک چې د احمدخان نمسے کېږي، اتلس سوه اته نوي (۱۸۹۸) ښائي نو پۀ دغه حساب د دوه دېرش کالونو پۀ عمر کښې پۀ شهادت رسېدلے دے. پېشه ئې استاذي وه، مکتب کښې به ئې تر پنځم ټولګي د کلي ماشومانو ته زده کړې ورکولې. تر لسم جومات پورې ئې باقاعده زده کړې کړې وې او لا ئې نور هم د تعليم د ترلاسه کولو هڅې کولې او پۀ سيمه کښې پۀ تعليم يافته کسانو کښې شمېرل کېدو. اولاد کښې ئې ايکي يو زوے چې سيف الرحمان نومېږي، لرلو او رفيق خان چا چې مونږ ته دغه معلومات راکړي دي، د سيف الرحمان زوے دے.

    احمدخان لا ډېر وړوکے ؤ چې پۀ خلافت تحريک کښې شامل ؤ، خو د باچاخان د خدائي خدمتګارۍ غږ ئې چې واورېدو نو سمدستي د دوي د قافلې غړے شو. تر دې چې د خدائي خدمتګارۍ پۀ لار کښې ئې خپل سر پۀ خاوره کښې کښېښود.

    احمدخان کۀ يوه خوا د دين پۀ ترڅ کښې پۀ ايماني جذبه سرشار ؤ، نو بل خوا د قام او خاورې پۀ مينه کښې د قاموالۍ پۀ جذبه هم موړ ؤ. د انقلابي ذهن خاوند ؤ او مکتب کښې به ئې وړو وړو ماشومانو ته هم د پېرنګي ضد خبرې کولې او د وطن او دين مينه به ئې پکښې پېدا کوله. خو داسې انقلابي ذهن لرونکي استاذان رانه پېرنګي پۀ نېزو او مرميو واخستل چې د پښتون قام راتلونکے نسل شنډ پاتې شي او د خپل تاريخ نه ناخبره پاتې شي او د سيف الرحمان سليم او نورو ډېرو قام پرسته خلقو دغه ارمان يې پوره کولو ته ور نۀ کړو چې:

    يو استاد راله پېدا کړه خو پښتون راله پيدا کړه

    اصل خان د مرغالي

    د ژورې مرغالي کلي اوسېدونکے اصل خان چې د بندکي سنځرخېل زوے ؤ او کونډې پيرباخېل پۀ ترڅ کښې هاتهي خېل احمدزے وزير ؤ، هم د سپين تنګي پۀ مقام د فضل قادر پۀ قيادت کښې رابلل شوې جلسه کښې شرکت درلودلو.

    ځوان زلمے هلک ؤ چې پۀ شهادت ورسېدو، وادۀ ئې لا نۀ ؤ کړے. د دوي د کشر ورور اکبرزمان چې پۀ لوبان پېژندګلو لري، دوه زامنو محمدسبحان څوک چې بنو پوليس کښې تهاڼېدار او بل ماسټر لقمان چې د تعليم پۀ څانګه کښې خدمات ترسره کوي ، مونږ ته دغه معلومات راکړي دي ، يعنې دغه دواړه ښاغلي د اصل خان شهيد ورېرونه کېږي .

    د اصل خان د ورېرونو د وېنا ترمخه دے اتۀ ويشت کلن پۀ شهادت رسېدلے دے، مطلب د پېدائش کال ئې نولس سوه دوه (۱۹۰۲) اندازه کېدے شي.

    اصل خان په حقله مشهور دي چې دۀ به د شهادت نه وړاندې هم د ازادۍ پۀ تحريکونو کښې فعاله برخه لرله او چې سيمې ته څنګه د باچاخان د تحريک غږ رارسېدلے دے، نو دوي ورسره ملګري شوي دي. د همځولو سره به د تحريک پۀ هره جلسه او غونډه کښې شامل ؤ. د خدائي خدمتګار د منشور ترمخه د خلقو، د کلي اولس خدمت ته ئې ملا تړلې وه او پۀ نره به هرې سختې او د قربانۍ ځاے ته ور وړاندې کېدو. ځکه خو ئې د خاورې او وطن او دين پۀ خاطر د سر ورکولو نه سرغړونه ؤ نۀ کړه او چرته چې خاورې او دين ته ضرورت پېښ شو نو خپل سر ئې ورته ډالۍ کړو.

    ياده دې وي چې اصل خان د موئې ادې (موئې بي بي) پۀ شان غېرتي مور لرله چې د سپين تنګي پېښه کښې هغه پخپله هم شهيده شوې ده. زوے او مور پۀ يو ځاے پۀ وطن ځانونه قربان کړي دي.

    پانډي شېري خېل

    خپل نوم ئې ايوب خان ؤ خو خلقو ورته پانډي وئيل، پانډي د بنو خوا وشا سيمو کښې هغه د بازار مزدور ته وئيل کېږي چې د دکاندارانو سامانونه د يو ځاے نه بل ځاے ته خالص پۀ اوږو وړي، د اوړو چينو بوجۍ (بورۍ) پۀ ملا اړوي، کله ګودام ته وړل او کله د ګودام نه راوړل، دا قسمه مزدوري کمزوري خلق نۀ شي کولې. ايوب خان د پانډي توب مزدوري خو نۀ کوله، ولې يو قوي دار جسم ئې لرلو او ډېر زيات طاقتور ؤ، نو پۀ دې وجه به ورته خلقو پانډي وئيل.

    د پانډي د پلار نوم ګل انار ؤ او د نيکه نوم ئې بازيد ؤ. د شېري خېل کلي اوسېدونکے ؤ، پۀ قبيله/ شاخ پيرباخېل هاتهي خېل وزير ؤ.

    وادۀ ئې نه ؤ کړے، ځکه ئي خپل اولاد نۀ دے پاتې شوې، د معلوماتو ترلاسه کولو لپاره د نور سعادت خان پۀ نوم يو ورارۀ سره ئې زمونږ ملاقات وشو. د دوي د وېنا مطابق د شهادت پۀ وخت څلورويشت کلن ؤ. نو پۀ دغه ترڅ کښې ئې د زېږون کال راته نولس سوه شپږ (۱۹۰۶) وليکلو.

    دا ځوان زلمے هلک د خپل مشر ورور ميرسادي خان عرف خان (چې ډېر پېژندل شوے خدائي خدمتګار ؤ) او خادم شاه بابا پۀ وجه د باچاخان د تحريک غړے جوړ شوے ؤ چې د باچاخان د قامولۍ او د خدمت د جذبې نه ډېر زيات متاثره ؤ. دغه يو تحريک ئې داسې ګڼلو چې د رښتونې ازادۍ لپاره او د پښتنو د ګټو لپاره راپورته شوے دے . پۀ تحريک کښې ډېر سرګرم ؤ، پۀ وړوکي ځان ئې د يو ستر مرام خوبونه ليدلي وو. د تحريک پۀ وړومبي سر کښې به روان ؤ. د سپين تنګي پۀ پېښه کښې د خپلو نورو ملګرو سره څنګ پۀ څنګ ولاړ ؤ او خپل سر ئې پۀ ورغوي کښې نيولے ؤ چې خاورو ته ئې ور وسپارلو۔

  • د اګست میاشت له سیاسي جشن نه تر وجودي ماتمه – مابت کاکا

    د اګست میاشت له سیاسي جشن نه تر وجودي ماتمه – مابت کاکا

    د ۱۹۴۸م له بابړې نه تر ۲۰۱۶م کال د کوټې

    داګست ۲۰۲۰ په ۸ مه دکوټې د وکيلانو ۴م تلين دے. په دې ورځ دکوټې پۀ ښار کښې ۵۶ وکيلان او نوراولس اخباري او ميډيا سره اړه لرونکو خلقو د سترګو په رپ کښي خپل ژوند دلاسه ورکړ. پښتنو او بلوڅو چې دعدل او انصاف پۀ ډګر(عدليه) کښې کوم پر مختګ کړے ؤ هغه ئې داګیو دټوکرۍ پۀ شان سره وڅنډلو او هېڅ پۀ کښې بچ پاتې نۀ شو. پښتنو او بلوڅو خپل شهيدان کلو بانډو ته يوړل او خاورو ته ئې وسپارل .۸م اګست د کوټې او پښتنو پۀ تاريخ کښې ددوېمې بابړې حېثيت وموند. نن پۀ هغه کورنیو څۀ تېرېږي هغه پۀ قلم کښې رانغښتل ډېر دړدونکے اوزړۀ چاودونکے کار دے ۔

    د۸م اګست۲۰۱۶ شهيدان زمونږ اول او اخري شهيدان نۀ دي. ددې نه مخکښې هم پښتنو ډېر بلا شهيدان ورکړي دي. دلته يوه خبره تاسو سره شريکول لازمي ګڼم او هغه دا چې کله مونږ د۸م ا ګست دشهيدانو اول تلين لمانځلو نو نو مونږ حکومت ته خواست وکړ چي مونږ ته اجازه راکړي چې مونږ دشهيدانو ياد‌ غونډه ولمانځو. ډي سي، کمشنر، آئی جي هوم سېکرټري، مختصر دا چی مونږ ټولو حکومتي او انتظامي استازو پۀ دې ټکو ځواب کړوچي موږ(سرکار)د‌اګست مياشت د وير او یوې تورې ورځې پۀ حېث لمانځلو ته تيار نۀ يو. نو د هغه پۀ جواب کښې مونږ دا عرض وکړوچی بيا تاسو هم مونږ داګست پۀ مياشت مه قتل کوئ، ۱۱ مياشتې خو نورې هم شته. هغه ميټنګ کښې بيا ډېر تاو تريخ والے راغے. معني دا چې مونږ ته پۀ خپل غم دژړا حق هم نشته.

    کۀ چېرې ددې ملک‌پۀ‌۷۳ کلن تاريخ نظر وزغلوو نو مونږ دومره واټڼ پرېکړے دے چې کله ۱۲اګست۱۹۴۸ کښې دبابړې خونړۍ پېښه وشوه نو هغه حکومت دشهيدانو او زخميانو له کورنيو څخه د هغه مرميوپېسې هم واخيستې کومې مرمۍ چې د شهيدانو او زخميانو پۀ سينو کښې ښخې شوې وې، نن مونږ دومره سفر کړے دے چي مونږ ته نن دوينو پۀ بدل کښې څۀ نا څۀ کمپنسېشن راکول کېږي ۔

    پښتون قامي تحريک ډېر زيات شهيدان ورکړي دي. قصه خوانۍ، ټکر، هاتي خېل، بابړه، لياقت باغ، شهدا ۲۳ اګست کوټه، جشن پشتون خوا دير، پشاور ارمي پبلک سکول، بشير بلور، ميا راشد، جېلاني خان اڅکزے، د کچلاک شهیدان او داسې نور معلوم او نا معلوم شهيدان مونږ ورکړي دي. ډېر ملګري داسوال پورته کوي چې مونږ پۀ څۀ وژل کېږو، زمونږ ګناه څۀ ده؟ زۀ دې خبرې سره اتفاق نۀ لرم چې مونږ بې ګناه وژل کېږو، ځکه چې زمونږ ګناه شته. ګناه توره وي که ‌سپينه؟ د باچاخان د خپلواکۍ د ترلاسه کولو د فکر زڼي چې داصلاح الافاغنه پۀ شکل کښې د پښتنې خاورې پۀ زړۀ کښې ښخ شوي وو، نن دعوامي نېشنل ګوند پۀ شکل کښې د یو کلتوري ونې پۀ حېث شتون لري. لۀ واکدارانو واک د دې خاورو ریشتيني بچو ته راوړل، هغوي ته چېرې قبول دي؟ اولس ته ژبه ورکول، هغوی پۀ خپل حق پوهول، هغوي کښې خپلوي او ورورولي شعوري کول، هغوي پۀ خپل تاريخ خبرول، علم او هنر خپرول، دا کۀ د واکدارانو لۀ لیدلوري وکتل شي، ګناه نۀ ده نو څۀ ده؟ دې مبارزې څومره پر مخ تګ کړے دے، څومره اهداف تر لاسه‌ شوي دي، هغه ټول زمونږ مخې ته دي. اتلسم ترمیم، اېن ۔ اېف ۔ سي اېوارډ، د پښتونخوا نوم، د فاټا پۀ پښتونخوا کښې يو ځاے کېدل، پوهنتونونه جوړول، د پېښور نړیوال هوائي ډګر پۀ باچاخان سمبولول، او يا کالاباغ ډېم دتل لپاره ښخول، خو تر لمر برېښېدونکې ښکاره دي. باچاخان چي کله مبارزه پېل کړه نو هم اسانه کار نه ؤ، کۀ بيا درهبر تحريک خان عبدالولي خان دور ته ګورو نو د پردو سره سره دخپلو بې رخي دتاريخ حصه دي او يا نن د ملي مشر اسفنديارولي خان مشري يا د نوي کهول ځوان اېمل ولي خان دور ته کۀ ګورو نو د‌ازغيو ډکه‌ لار ده خو داټول څيزونه به سبا هم وي. مدعا مې داده چې دپښتون قامي تحريک دمخ نيوي لپاره پۀ هر دور کښې دپردو سره سره خپلو هم پوره هڅه کړېده. هغه کۀ د باچاخان پۀ مقابل کښې خلک وو او که د خان عبدالولي خان په مقابل کښې، او يا کۀ د ملی مشر اسفنديار ولي خان په مقابل کښې او يا نن د نوي کهول اېمل ولي خان پۀ مقابل کښې دځوانانو پۀ شکل کښې کوم غورځنګ راپارول شوے دے، پۀ دې غوروفکر پکار دے ۔

    دپښتنو ستونزې، پۀ ښۀ ږغ او رېتورېکس نۀ هوارېږي چې څوک راشي ښۀ تقرير وکړي. زما خپل خيال دا دے چې د پښتنو د مسئلو حل پۀ ناسته، يو د بل پۀ اورېدلو، قناعت کول او شريکه مبارزې پېل کيدو کښې دے. کۀ چېرې پۀ ډلو جوړېدو کښې وے نو ډېرې ډلې جوړې شوې، ولې څۀ تر لاسه نۀ شو. وخت راغلے دے چې مونږ يو نغرے شو، او د مخامخ ډلې پۀ مقابل کښې يو موټے، يو اواز شو نو تمه کيدې شي چي بچ پاتې شو کۀ نه نو خداے مۀ کړه، هم دا جنازې به مو پۀ شا وي او درپۀ در به ګرځو.

  • يوم بابړه او د عمر ګل نستوال ړندې سترګې او تته ژبه – ډاکټر سهېل خان

    يوم بابړه او د عمر ګل نستوال ړندې سترګې او تته ژبه – ډاکټر سهېل خان

    د ارکائيوز لائبرېرۍ پۀ رېکارډ سېکشن کښې مې د بابړې واقعې پۀ حقله لټون کولو ولې هېڅ را ته ميلاؤ نۀ شو۔ هم دغه لائبرېرۍ کښې مې د 13 اګست نه تر 22 اګست 1948ز پورې اخبارونه ولټول. د پنځلسم اګست او اتلسم اګست “دي ابزرور” او “پاکستان ټائمز” خبرونه دا وو چې بابړه کښې د حکومت پۀ باغيانو ګولۍ وچلولې شوې او پېنځلس کسان پۀ کښې مړۀ او درې اويا زخميان شول. واپس رېکارډ سېکشن ته راغلم او فائيلونه مې لټول نو د پوليس يو راپور مې تر نظره شو چې بنډل نمبر22 سيريل نمبر299 لسټ ون 1949 کښې پروت ؤ. دا راپور د نستې چارسدې د يو شاعر عمر ګل باره کښې ؤ. عمر ګل پۀ دواړو سترګو معذوره او نابينا ؤ خو د احساس، درد او زړۀ سترګې ئې لۀ ډېرو بيناؤ نه زياتې غړېدلې. عمر ګل د بابړې واقعې سترګو ليدلے حال پۀ يو نظم کښې بيان کړے دے. د پوليسو دغه راپور او خط درسره شريکوم .

    پوليټيکل ډائري اف چارسده 3-3-1949ز

    سرخ پوش

    زما د تېر خط نه پس ما د “انسانيت ته اپيل” پۀ نامه تاسو ته درلېږلے ؤ چې هغه يو پمفلټ کښې سرخ پوشو چاپ کړے ؤ. او ځاے پۀ ځاے ئې تقسيم کړے هم ؤ. نن زۀ دا بل پمفلټ درلېږم چې سائيکلوسټائل کښې چاپ شوے دے او تقسيم شوے دے. دا يو نظم دے چې د نستې کلي يو ړوند شاعر عمر ګل ليکلے دے. دا نظم مونږ د رځړو کلي د شاد محمد کور کښې وموندلو. د نظم اردو ترجمه داسې ده.

    ظلم اور تشدد کا

    فرنگى نظام آگيا

    کہیں اور کسى اور پر نہيں

    اہل سرحد پر ڈهاگيا

    کيا ہم اسی لئے آزاد ہوئے؟

    اگست کا مہینہ اور تاریخ تهى باره

    چارسده بن گيا ايک اور کربلا

    عيدالفطرکا چھٹا دن اور چارسده ماتم کده

    کيا ہم اسی لئے آزاد ہوئے؟

    بعد شوق ہر شخص جو دوڑتا

    باپ سے پہلے بچہ مرتا

    جوان کے کندهے سے لاش اترتا

    بوڑها بزرگ نہ آہيں کرتا

    کيا ہم اسی لئے آزاد ہوئے؟

    موت کو ہر کوئى گلے لگاتا

    حسين کا جھنڈا هر اک گاڑتا

    زخمى، شهيد، نہ گهر کو لوٹتا

    کتنے گم تهے، نہ کسى کو معلوم تها

    ہم اسی لئے آزاد ہوئے؟

    رائفل گرجتے ، مشين برستے

    عوام تهے سارے نہتے نہتے

    خون کے دريا تهے بہتے بہتے

    شانتى شانتى سب ہى کہتے

    ہم اسی لئے آزاد ہوئے؟

    شور و غل، صدائے تکبير

    ايک غلامى سے دوسرى غلامى

    یہ کالى کالى کھڑکتى زنجير

    وہى اپنى گردن، وہى پرانى شمشير

    ہم اسی لئے آزاد ہوئے؟

    وه شراب شہادت وه تمنائے فاطمہ

    چارسده پڑانگ کے ماؤں کا صدمہ

    مہرشيد کى شہادت پہ تاجو کا نغمہ

    صبر جميل تها، قل کا سرچشم

    ہم اسی لئے ازاد ہوئے؟

    گولى سے اڑايا

    سنگين بهى چلايا

    دريا برد بهى آزمايا

    يزيد کا ہر اک گر نبهايا

    ہم اسی لئے آزاد ہوئے

    گل محمد تها کمشنر

    ڈپٹی رويداد اس کا رہبر

    ڈپٹی فضل خالق سب سے بدتر

    ہم مظلوم اور یہ تهے کافر

    ہم اسی لئے آزاد هوئے؟

    یہ چرچل کے ساتهى

    فرنگى کے ہاتهى

    نہتو پر برسے

    تهى “مسلم” کى لاٹھی

    ہم اسی لئے آزاد ہوئے؟

    جناب والا! عمر ګل دنستې چارسدې اوسېدونکے دے۔ د کانګرس حکومت دوران کښې به اکثر دے د عبدالاکبرخان ( د کانګرس مشر سېکتر) ګاډي کښې د هغۀ سره يوځاے ګرځيدو. اکثر محفلونو کښې د قيوم خان او مسلم ليګ د ظلم خلاف نظمونه وائي. درېفرنډم نه وروستو د افسران بالا پۀ حکم عمر ګل مونږ را وغوښتو او د پړانګو مسلم ليګ صدر نثار خان ته مو حواله کړو. هغه ښۀ پوهه کړو. او بيا د مسلم ليګ جلسو کښې به ئې نظمونه وئيل. خو اوس بيا د عمر ګل دغه نظم د پمفلټ شکل کښې ټوله علاقه کښې خپور کړے شوے دے. مونږ پرې چاپې وهو او اميد دے چې ډېر زر به ګرفتار شي او د ژبې سترګې به هم ترې واخلو”

    رپورټ جمع شو.

    محمد امين AD چارسده

    3-3-1949ز

    دا خط او نظم خپله د ډېر څۀ ګواهي کوي. دې نه علاوه هم بلها ګواهان موجود وو چې خپل مشاهدات ئې قلم ته سپارلي دي. دوي کښې څۀ نوموړي دادي:

    احمد کاکا: پروفېسرجهانزېب نياز، عبدالاکبرخان اکبر، حسن الدين دراني، عبدالمالک فدا، طورسم کاکا، حبيب الله کاکا، شاد محمد مېږے.

    احمد کاکا وائي چې د بابړې واقعه کښې د ځينې خدائي خدمتګار (دکرسۍ شوقيانو ممبرانو) هم لاس ؤ. ولې قيوم خان د دغې ترديد کړے ؤ. د بابړې واقعې پۀ وخت د پوليس انچارج ډي اېس پي عزيزالرحمان ؤ چې د تله ګنګ اوسېدونکے ؤ. اسسټنټ کمشنر ګل محمد ؤ چې د ډېره اسماعيل خان ؤ. ډپټي رويداد خان او پيرفضل خالق هم پکښې شامل وو.

    د بابړې د ځينې شهيدانو فهرست دا دے:

    1. شېرمحمد عرف سپين ملنګ ( دبېرغ خاوند اولنے شهيد)، تنګے

    2. روف کاکا. پړانګ، ساپر خېل

    3. حاجي قرېش، بابړه.

    4. عبدالحکيم . بابړه (موصت خېل)

    5. محمد ايوب ولد محمد شېرين . ساپرخېل پړانګ

    6. قطب شاه . ساپر خېل

    7. د قطب شاه بي بي (ښځه خاوند دواړه پۀ يو ګرنېډ لګېدلي وو)

    8. يحيٰي ګل. ساپر خېل

    9. مهرشېده (د يحيٰي ګل لور)

    10. ميراګۍ (د يحيٰي) ښځه

    11. حميدالله ولد نصرالله، زرين اباد

    12. دراني شا خېل (ازغي خېل)

    13. عبدالقيوم

    14. لعل باچا (بابړه)

    15. عنايت الله

    16. سيداکرام

    17. غلام حبيب

    18. حضرت عمر

    19. نسيم، محب بانډه

    20. سريندرکمار د جے پور ( محب بانډه)

    21. غني (معروف خېل)، چارسده

    22. حنيف الرحمان، تنګے

    23. ميرقادر (چارسده)

    24. جان باچا (اتمانزئي)

    25. لعل کريم (رځړ)

    26. سيدا جان (ترنګزے)

    27. ماشومان

    28. (دل آرم)

    29. حضرت سيد

    30. ګل ولي

    31. نجيب

    32. نياز

    33. ګلا جان

    (سلطان کاکا اتمانزے) وائي چې دا شپږ واړه ماشومان هغۀ خپله يو قبر کښې ښخ کړي وو. ځکه چې د قبر پۀ سر به جرمانه اخستې کېده. او دا ټول غريب خلق وو. د 100 روپو جرمانې تاب ئې نۀ لرلو . سلطان کاکا 1980ز کښې وفات دے. زوے مرادعلي ئې ژوندے دے چې د سلطان کاکا ډائري ورسره شته.