Author: pakhtoon

  • ?Albert Einstein, Why Socialism (سوشلزم ولې؟) – ژباړه او لنډيز: سعدالله مېوند

    Monthly Review, Vol. I, No. I, Published May 03, 1949

    ايا دا مناسبه خبره ده چې لۀ معاشي او ټولنيزو موضوعاتو نه بې خبره شخص د سوشلزم پۀ حواله د خپل فکر او نظر څرګندونه وکړي؟ زما پۀ اند هو! هغوي کولے شي پۀ دې حقله خپل خيالات بيان کړي. د دې خبرې ډېر وجوهات شته؛ لۀ هر څۀ وړاندې د سائنسي علم پۀ بنياد دغه خبره څېړو.

    پۀ ښکاره خو داسې اټکلېږي چې د فلکياتي او معاشي علمونو تر منځ کوم بنيادي توپېر وجود نۀ لري. د دواړو شعبو عالمان دا کوشش کوي چې د مخصوصو پديدو لپاره د عمومي قبوليت حامل داسې قوانين ايجاد کړي چې هم د دغو پديدو تر منځ اړيکې لا هم تقويه او د فهم قابل وګرځي – خو پۀ حقيقت کښې د مېتود پۀ حواله توپير موجود دے. د معاشياتو پۀ حواله د عمومي قوانينو پېدا کول لۀ دې امله مشکل دي چې پۀ هم دغه معاشي مظهر ډېر داسې عوامل اغېزه کوي چې فرداً فرداً ئې شننه او جاج اخستل يو مشکل عمل دے. لۀ دې علاوه پۀ انساني تاريخ کښې د تهذيب لۀ پېل نه وروسته جمع کړے شوي تجربات د خالصو معاشي وجوهاتو پۀ سبب منځ ته نۀ وو راغلي. د مثال پۀ توګه، د تاريخ زياتره ستر رياستونه د فتوحاتو پۀ پايله کښې زېږېدلي دي؛ هم دغه فاتحينو بيا پۀ قانوني او معاشي توګه خپل ځانونه د مفتوحه علاقو مالکان ګرځولي، هغوي د زمکو د ملکيت اجاره داري د خپل ځان حق ګرځولے او خپل د نظر لاندې خلک ئې د مذهبي رهبرانو پۀ توګه تعين کړي دي. بيا هم دغه مذهبي رهبران چې د تعليمي نظام واګې هم د دوي پۀ لاسونو کښې وې، د ټولنې او سماج پۀ طبقاتي تقسيم وګمارل شول او د يوې مستقلې ادارې شکل ئې خپل کړو. دوي د داسې اقدارو يو معاشي نظام را منځ ته کړو چې بيا خلکو او پرګنو زياتره پۀ لا شعوري توګه د دوي لۀ اغېزې لاندې دغه هر څۀ قبول کړل او د دې فاسد نظام پۀ جاري ساتلو کښې ئې خپل رول ولوبولو. لېکن تاريخي روايات تل لۀ تېر شوي پرون سره تړلي وي، مونږ لا پۀ حقيقت کښې د انساني ارتقاء دغې مرحلې ته نۀ يو رسېدلي کومې ته چې “تورستاين وبلن” (Thorstein Veblen) د چور، تالان او غارتګرۍ موده وائي. چونکې د سوشلزم حقيقي مقصد دغه د چور او تالان منځ نه وړل او د نوښت او پرمختګ لارې چارې برابرول دي، ځکه خو معاشي سائنس پۀ خپل اوسني کېفيت کښې د دې خبرې جوګه نۀ دے چې پۀ راتلونکي سوشلسټ نظام او ټولنه باندې مکمل رڼا واچولې شي. دوېمه دا چې د سوشلزم هدف د يو ټولنيز او اخلاقي مقصد پۀ لوري سفر کول دي؛ ولې سائنس بيا اهداف او مقاصد نۀ شي تخليقولے – سائنس زياتره هغه ذرائع مهيا کولے شي د کومو پۀ واسطه چې دغه مقاصد لاس ته راتللے شي. د دغو اهدافو تعين نهايت پوهه، ځيرک او د لوړو نظرياتو لرونکي اشخاص کولے شي! او بيا بې شمېره انسانان دغو اهدافو ته پۀ مشترکه توګه د لا پرمختګ هڅې او جدوجهد کوي چې بيا به نيم شعوري ډول د سماج سست حرکت نسبتاً ارتقائي مرحلو ته ور داخلېږي. هم د دې وجوهاتو لۀ کبله مونږ بايد لۀ ډېر احتياط نه کار واخلو او د انساني ټولنې مسائل د سائنس او سائنسي مېتود لۀ لارې ونۀ څېړو او مبالغه ارائي پکښې ونۀ کړو. لۀ مونږ سره دا نۀ ښائي چې دټولنيز تنظيم پۀ حواله شننې او پوښتنې صرف د ځينو خاصو ماهرينو حق وګڼلو.

    د ډېرې مودې را پۀ دې خوا زياتره خلک دا خبره مني او پۀ ډاګه وائي چې انساني ټولنه لۀ شديد بحران سره مخامخ ده او خپل اهنګ او توازن ئې لۀ لاسه ورکړے او ګډوډ شوے دے. د دغسې حالت خاصيت دا وي چې د غټو او وړو ډلو سره تړلي افراد د بېګانګۍ لۀ احساس سره سره عن د مخاصمت او دښمنۍ ترحده هم رسېدلے شي. د دې خبرې د وضاحت پۀ خاطر زۀ غواړم خپله ذاتي تجربه لۀ تاسو سره شريکه کړم. پۀ دې ننني حالاتو کښې ما يو ذهين او خوش اخلاقه شخص سره د يو بل نړيوال جنګ د خطراتو پۀ باره کښې خبره کوله چې دا جګړه به پۀ څۀ ډول ټول انسانيت لۀ تباهۍ سره مخ کړي؟ ما دا تبصره هم وکړه چې يو نوے بېن الاقوامي تنظيم کولے شي مونږ لۀ دغو خطراتوڅخه وژغوري!!! د دې خبرې پۀ اورېدو دغه شخص خورا پۀ اطمينان سره را ته ووئيل، تۀ ولې او د څۀ لپاره د انساني نسل د خاتمې او بربادۍ پۀ غم اخته يې؟ زما پوره باور دے چې نيمه پېړۍ مخکښې هېڅ چا هم پۀ دومره اسانۍ او بې غورۍ سره دا خبره نۀ شوه کولې. دا د يو داسې شخص نظر او بيان دے چا چې د بهترۍ او هوساينې ټول اميدونه بائيللي دي. دا پۀ رښتيا چې د يو انتهائي کربناک حالت څرګندونه ده چې نن سبا بې شمېره وګړي ورسره لاس او ګرېوان دي. د دې خبرې وجوهات څۀ او ايا کومه بله د حل لاره شته؟ دا ډول پوښتنې خو پۀ ښکاره ډېرې اسانې دي لېکن پۀ يقين سره ورته ځواب ورکول يو ګران کار دے. زۀ د دې خبرې د ځواب ورکولو مکمل کوشش کولے شم؛ کۀ څۀ هم ما ته د دې موضوع مکمل ادراک دے چې زمونږ احساسات او هېجانات زياتره ډېر مبهم او لۀ تضاداتو ډک وي او پۀ ساده او اسانو جملو کښې نۀ شي بيانېدلے – انسان پۀ يو وخت کښې هم انفرادي او هم ټولنيز حېثيت لري. پۀ انفرادي توګه هغه د ځان او خپلو اقاربو د تحفظ کوشش کوي، د خپلو شخصي خواهشاتو د تکميل او طبيعي صلاحيتونو د ودې او پرمختګ لپاره هلې ځلې کوي او پۀ ټولنيز لحاظ د خپلو شاوخوا انسانانو او ملګرو د ډاډ او محبت د لاس ته راوړلو پۀ هڅه کښې دي؛ د هغوي پۀ غم ښادۍ کښې ګډون او د هغوي د ژوند د حالاتو د لا ښۀ کېدو لپاره هلې ځلې کوي. هم دغه متنوع رجحانات چې زياتره د يو متضاد حالت نمائندګي کوي، د انسان د مخصوص شخصيت پۀ تشکيل کښې خپله ونډه لري.

    او دغه مخصوص امتزاج بيا دا خبره واضحه کوي چې يو فرد د خپل داخلي او انفرادي توازن پۀ موندلو سره کولے شي د ټولنيزې خوشحالۍ او هم اهنګۍ پۀ موندلو کښې هم خپل رول او کردار ولوبوي. دا بالکل کېدے شي چې پۀ مجموعي لحاظ د دغو دواړو رجحاناتو تعين مقابلتاً د وراثت د قانون لۀ مخې تشکيل ومومي؛ لېکن د شخصيت د تشکيل لامل بالا خره پۀ ټولنه، چاپېرچل، ټولنيز نظام او اړونده رواياتو پورې تړلي دي. يو فرد پۀ خپل ذات کښې د تعمق، فکر کولو، محسوسولو او عملي کار هڅه خو کولې شي لېکن د خپل طبعي، عقلي او جذباتي وجود لپاره بيا پۀ ټولنه باندې منحصر دي چې د ټولنيز چوکاټ نه بهرنۍ تجزيه کول يو نا ممکن عمل دے.

    هم دغه ټولنه د دۀ لپاره کور، ډوډۍ، جامې، ژبه، خيالات، د محنت توکي او داسې نور مواد برابروي. د دۀ ژوند، حال، ماضي او مستقبل د هغو کروړونو انسانانو د کار، هنر او محنت تومنه تشکيلوي کومه چې پۀ ټوله معنٰي د ټولنې او سماج د لفظ شا ته ځاے او قرار لري. ځکه نو دا خبره بالکل واضحه ده چې يو فرد پۀ خپله ټولنه منحصر دے؛ د مېږو او شاتو د مچو پۀ اړوند هم دا خبره ثابته شوې ده خو د مېږو او مچو د ژوند ټول عوامل پۀ موروثي جبلتونو اډاڼه دي ولې د انسانانو تر منځ ټولنيز جوړښت او اړيکې بيا ډول ډول شکلونه او ابعاد تشکيلوي. ياداشت، نوے امتراجي تخليق، تحليلي صلاحيتونه او د ژبې او کلام نعمت پۀ انسانانو کښې داسې بدلونونه او نوښتونه را پېدا کړي دي چې تعين ئې د حياتياتي اړتياو لۀ مخې ناشونے دے. البته دغه بدلونونه او ارتقائي جبلتونه خپل اظهار د رواياتو، ټولنو، ارټ، ادب او سائنسي ايجاداتو پۀ شکل کښې کوي. نو لۀ دې خبرې دا واضحه شوه چې انسان د خپل شعوري عمل پۀ مټ پۀ خپل ژوند اغېزه کوي او پۀ دې عمل کښې د هغوي شعوري هڅې او خواهشات تر ټولو مهم رول ادا کولے شي. د پېدايښت پۀ مهال انسان پۀ موروثي توګه داسې يو حياتياتي ساخت حاصلوي کوم چې يو مشکل حالت ګڼلے شي خو ثقافتي ساخت ئې د وخت سره سره پۀ مسلسله توګه بدلون مومي او پۀ ډېره پراخه او ژوره اندازه د فرد او ټولنې تر منځ اړيکې تشکيلوي. د پخوانو تهذيبونو د متقابلې تجزيې او شننې پۀ واسطه نوې بشر پوهنه (Anthropology) مونږ ته دا خبره لا ښه واضحه کوي چې د انسانانو د مختلفو ټولنيزو رويو، ارتقائي عمل، د اوسنيو روايتي او ټولنيزو تنظيمونو لۀ حرکت سره تړلي دي. هم دغه نقطه ده کومه چې انسانانو ته د فلاح او خلاصون لاره پرانيزي او د هغوي د ارمانونو او اميدونو سر منزل ګڼل کېدلے شي. ضروري نۀ ده چې انسان د خپل حياتياتي ساخت لۀ کبله د يو او بل د بربادۍ لپاره کار وکړي او خپل ځان او ټولنه د خالي مقدر تشو بړبوکيو ته حواله کړي. کۀ مونږ پوښتنه وکړو چې ټولنيزې رويې او ثقافتي چوکاټ څنګه بدلون موندلے شي تر څو انساني ژوند لا اسانه او ارتقائي مرحلو ته ور داخل شي؟ نو بيا بايد دا خبره پۀ ذهن کښې وساتلې شي چې مونږ نۀ شو کولے ځينې مخصوص حالات تبديل کړو. د مثال پۀ توګه، د انساني حياتياتي جبلت او فطرت هغه چې مخکښې ئې يادونه وشوه، لۀ دې نه علاوه تېرو څو تخنيکي پېړيو او د نفوسو ګڼو بدلونونو داسې حالات رامنځ ته کړي چې ښائي تر ډېره وخته هم داسې قائم پاتې شي. نسبتاً پۀ نهايت ګڼ نفوسه ټولنوکښې د محنت د انتهائي تقسيم او پۀ مرکزيت ولاړ پېداواري چوکاټ پاتې کېدل ناګزيره دي. د پخوانيو وختونو هغه ساده او لۀ امنه ډک چاپېريال اوس بېخي لۀ منځه تللے دے. دا خبره به ښائي چې لږه مبالغه وي چې نن سبا انساني نسل د پېداوار د ارتکاز پر سياره (Planetary)تبديل شوے دے.

    اوس به زۀ د اوسني عهد پۀ غوښتنو باندې پۀ مختصر ډول خپل نظر څرګند کړم. خبره د فرد او ټولنې تر منځ پۀ اړيکو ولاړه ده. د پخوا پۀ نسبت اوس فرد پۀ شعوري توګه پۀ ټولنه باوري شوے دے، لېکن هغه دغه باور ته د يو رښتيني محافظ او نامياتي مظهر پۀ سترګه ګوري بلکې د خپلو فطري حقوقو او عن تر دې چې د خپل معاشي وجود لپاره ئې يو مهلک او خطرناک حالت احساسوي. پۀ دې برڅېره د انسان د ځان ځانۍ او نرګسيت پۀ رجحان کښې پۀ مسلسله توګه زياتوالے راغلے دے. پۀ داسې حال کښې چې ټولنيز رجحانات کوم چې فطرتاً پۀ کمزوري حالت کښې دي، لا هم د زوال پۀ طرف روان دي او د اوسني سماج هر انسان هغه کۀ د هر ډول مقام خاوند دے، د تنزل او زوال لۀ دغه حالت نه تېرېدونکے دے. پۀ دې سماج کښې انسانان پۀ لا شعوري او حتمي ډول د خپلې انا قېديان، د عدم تحفظ او تنهايۍ ښکار دي او د ژوند د ډېرو ساده او وړو وړو خوښيو نه هم محروم او بې برخې دي. ايا دغه انسان به پۀ خپل مختصر او کرب څخه ډک ژوند کښې څۀ نا څۀ معنٰي او جوهر پېدا کړي؟

    زما پۀ اند د سرمايه دارانه سماج هم دغه ګډ وډ معاشي او نفسياتي حالت د دغو ټولو خرابيو او ناخواليو اساس تشکيلوي. زمونږ پۀ وړاندې د پېداوار د توليدي توکو لپاره يوه پراخه ټولنه وجود لري چې اراکين ئې پۀ مسلسله توګه لۀ ګټو څخه بې برخې دي. دا پۀ زبردستۍ نۀ بلکې پۀ رائجو قانوني طريقو سره د يو او بل پۀ مقابل کښې ولاړ او هر يو د خپلې شخصي ګټې پۀ هڅه کښې دي.

    البته دا خبره واضحه کول ضروري دي چې توليدي توکي يعني ټول پېداواري صلاحيتونه پۀ قانوني توګه د څو افرادو د شخصي ملکيت پۀ ولقه کښې دي او اصلي محنت کش هغه څوک دي چې د پېداواري ذرائعو لۀ ملکيت څخه بې برخي دي. د دغو ذرائعو مالک دا حق او قوت لري چې د مزدور د محنت قوت پۀ بيعه واخلي. هم دغه د ذرائع او وسائل د مزدور د محنت پۀ نتيجه کښې پۀ نوو معاشي موادو او فوائدو بدلېږي چې پۀ مسلسل ډول د سرمايه دار د ملکيت پۀ دائره کښې چکر لګوي. د دغه عمل بنيادي خاصيت د مزدور د پېداوار او د هغۀ د أجرت “مزدوري” تر منځ پۀ تعلق ولاړ دي. لکه څنګه چې “د محنت/أجرت ټهېکداري” (Labor Contract) پۀ ازادانه بنيادونو اډاڼه شوے، نو ځکه مزدور ته د ورکېدونکي أجرت تعين د پېدا کړے شوي جنس د حقيقي قدر پۀ بنياد نۀ تر سره کېږي بلکې دا تعين د محنتي قوت او د هغۀ د ډېر سطحي ضرورت د غوښتنې پۀ مقابل کښې د رسد لۀ مخې را منځ ته کېږي. دا خبره هم بايد واضحه شي چې د تهيورۍ لۀ مخې هم مزدور ته ورکېدونکے أجرت د هغۀ د پېداواري قوت د قدر پۀ بنياد نۀ سنجولے کېږي. شخصي سرمايه د کم نه کمو افرادو ته د ارتکازي رجحان پۀ خصوصيت ولاړه ده. دا رجحان لۀ يوې خوا د سرمايه دارانو تر منځ د مقابله بازۍ او لۀ بله پلوه د ټېکنالوژۍ د پرمختګ او د محنت پړڅېدلي تقسيم ته لاره هواروي، پۀ کوم کښې چې بيا د وړو وړو توليدي يونټونو ځاے ستر توليدي يونټونه استعمالوي. د دې حرکت پۀ پايله کښې داسې يو سرمايه دارانه اٰمريت منځ ته راځي چې بيا ئې د دېو هېکله پېکر پۀ وړاندې پۀ جمهوري ډول منظمه ټولنه هم خپل وجود ثابت نۀ شي ساتلے او لۀ ماتې سره مخ کېږي.

    دا يو حقيقت دے چې سياسي ګوندونه قانون جوړوونکو ادارو ته اشخاص ورمعرفي کوي چې مالي لګښتونه ئې هم دغه سرمايه دار پۀ غاړه واخلي او بيا دغه ګوندونه د خپلو شخصي موخو پۀ خاطر دغه خلک لۀ مقننې څخه را جلا کوي چې پۀ پايله کښې ئې عوامي نمائندګان د ټولنې د محرومو طبقاتو چوپړ او حفاظت نۀ شي کولے. لۀ دې نه علاوه هم دغه سرمايه داران پۀ بديهي توګه د ننني دور د رسنيو ذرائع لکه اخبار، رېډيو، ټيلي وژن او حتٰي تعليمي منابع لۀ خپلې ولقې لاندې راولي. پۀ هم دې سبب نو بيا دا يوه مشکله او نا ممکنه خبره ده چې څوک دې پۀ دغسې يو حالت کښې د ټولنې رښتيني معروضي نتائج اخذ او د خپلو سياسي حقوقو نه دې پۀ ځاے او دانشمندانه ګټه پورته کړې شي. د سرمايې د شخصي ملکيت پۀ بنياد را منځ ته شوے اقتصاد دوه مهم ابعاد لري: لومړے دا چې د توليدي ذرائعو ملکيت شخصي او فردي دے او مالک ئې د خپلې خوښې سره سم مخ پۀ وړاندې بيائي – دوهم دا چې محنتي ټهېکداري سسټم هم ازاد او بې لګامه دے. کۀ څۀ هم مزدورانو د سختې او اوږدې مبارزې پۀ پايله کښې د ټهېکداري نظام پۀ ځينې خاصو برخو کښې ښې لاس ته راوړنې لرلې دي خو پۀ مجموعي لحاظ اوسنے معيشت د خالصې سرمايه دارۍ استازيتوب کوي. توليد د استعمال او ضرورت لپاره نۀ بلکې د ګټو او فردي منافعو لپاره کېږي. داسې هېڅ ضمانت وجود نۀ لري چې ټولو قابلو او کار غوښتونکو افرادو ته به تل د کاراو محنت مواقعې برابرېږي، بلکې د تل لپاره د بې روزګارۍ وېره موجوده ده او لښکر لښکر ځوانان د بې روزګارۍ او محروميت ښکار دي. لکه څنګه چې دغه بې روزګاره او محنتي مزدوران کله هم د ځان لپاره يوه ګټوره منډۍ نۀ شي تشکيلولې، پۀ هم دې خاطر د ضروري اشياو توليد را محدودوي چې بيا د مالي مشکلاتو ستونزه لا هم پرمخ ځي.

    د دې پۀ ځاے چې د ټيکنالوژۍ پرمختګ انساني ژوند ته اساني ور پۀ برخه کړي، د دې برعکس بې روزګاري لا پۀ کښې زياتېږي. د زياتې ګټې هوس او د سرمايه دارانو تر منځ غليظه مقابله بازي د عدم استحکام او شديدې کساد بازارۍ سبب ګرځي. هم دغه بې بندوبسته مقابله بازي د محنت يو پراخ تاواني شکل ته وده ورکوي او د افرادو ټولنيز او سماجي شعور لۀ رکود او مفلوجيت سره مخ کوي. د انسانانو شعوري مفلوجيت د سرمايه دارۍ سسټم تر ټولو ستر لعنت ګڼلے شي. زمونږ ټول تعليمي نظام هم د دغه لعنت ښکار دے. پۀ محصلينو کښې د بې درېغه مقابله بازۍ فکر ته وده ورکول او د را تلونکي لپاره صرف او صرف د پېسو او دولت جوړونې تربيت ورکول کېږي. زۀ اوس پۀ دې خبره باوري شوے يم چې لۀ دغو ټولو لعنتونو او حباثتونو څخه صرف پۀ يوه طريقه يعني د يو سوشلسټ معيشت (Socialist Economy) پۀ را رغولو سره د نجات ساحل ته رسېدلے شو. لۀ دې سره سره د يو داسې سر تا سري تعليمي نظام جوړښت چې هدف ئې صرف انساني او ټولنيزه هوساينه وي. يو داسې منصوبه بند معيشت چې توليد پۀ کښې د عوامي اړتياو لپاره کېږي او کار د کار د قابلو کسانو پۀ منځ کښې پۀ هم دې خاطر تقسيمېږي تر څو چې هر سړے، ښځه، بوډا او ماشوم ته خپل خپل حق او د بنيادي اړتياو ضمانت مهيا کړے شي. دا خبره واضحه کول ضروري ده چې صرف منصوبه بند معيشت ته سوشلزم نۀ شو وئيلے، پۀ دغسې معيشت کښې بيا فرد عن د غلامۍ عهد ته رسېږي. د سوشلزم د کاميابۍ لپاره ضروري ده چې څو انتهائي مشکل سياسي او ټولنيز مسائل حل کړے شي. د سياسي او معاشي طاقت مرکزيت د ډېر زيات اهميت وړ دے. د يوې بې لګامه بيوروکراسۍ (bureaucracy) لۀ مرکزيت څخه پۀ څۀ ډول مخنيوے کولے شو؟ فردي حقوق څنګه تأمينولے شو؟ او لۀ دې سره سره د بيوروکراسۍ د زور او طاقت پۀ مقابل کښې څنګه او پۀ څۀ ډول يو حقيقي جمهوري او ازاد طاقت را منځ ته کولے شو؟

    زمونږ د سوشلزم پۀ دغه عبوري عهد کښې د سوشلزم د مسائلو او مقاصدو صراحت (clarity) انتهائي ضروري او د اهميت وړ دے. لکه څنګه چې نن سبا پۀ دغه ډول مسئلو باندې يو ازاد بحث هم لويه ګناه ګڼلې شي. کۀ څو زۀ د عوامي او اولسي مفاداتو پۀ خاطر د دغې جريدې )منتهلي ريويو( قيام او پېلول خورا مهم اقدام بولم اود زړۀ لۀ کومې پرې خوشحاله يم.

    د هوښيارتيا او بېوقوفۍ تر منځه فرق دا وي چې

    “هوښيارتيا حدونه لري”.

    ائن سټائن

     

  • “پښتون قامي جرګه” يو حقيقت دے – سردار حسېن بابک

    ښاغلي جميل مرغز د کميونسټ مېنفسټو د ټيوشن کولو نه نېغ د ‘نيو-نېشنلزم’ دانشورۍ ته ټوپ وهلے دے او د “عالمګيريت” د اېنټي-اے اېن پي سامراجي نفسياتو سره ئې پۀ “قومي سياست” کښې پناه اخستې ده. ورځپاڼه اېکسپرس کښې د هغۀ دغه ليکنه کښې پۀ حېث د صحافي د هغۀ اپروچ غېر صحافتي دے او پۀ حېث د يو ذمه وار سياسي ګوند د مشر ئې لهجه غېر سياسي، نا بالغه او انتشار زېږوونکې ده. د ښاغلي بابک د ځواب نه وړاندې د “پختون قومی جرگه ایک معمه؟” لوستلو کښې مې وليدل چې ښاغلي جميل مرغز پۀ تبخي تور کړي لاس سپينو لمنو پسې نيولي پۀ منډه ځغلي. عوامي نېشنل پارټي د خدائي خدمتګار تحريک سپينه لمن او د “لا به يو کېږو ګنې ورکېږو” نعرې سره ئې دغه جرګې د بنياد تيږه ده – پۀ هر حال، جواب د سوال نه او سپيناوے د تور نه تېرۀ وي.

    پۀ پښتنه خاوره د روانو حالاتو پۀ تناظر کښې د عوامي نېشنل پارټۍ لۀ خوا پۀ لسم مارچ (2020) د پارټۍ مرکزي سېکرټرېټ باچا خان مرکز کښې د رابللې شوې جرګې د اعلان سره دوه نظرونه مخې ته راغلل – د پاکستان پۀ شمول، د دنيا اتيا فيصده خلکو دغه جرګه د پښتنو د مسئلو د حل پۀ لوري يو عملي قدم او د وخت ضرورت وګڼلو او د دې ئې هرکلے وکړو؛ خو دې سره د څۀ خلکو ذهنونو کښې سوالونه او شکونه هم را ولاړ شوي دي چې د هغې سپيناوے ضروري دے.

    مونږ د دغو سوالونو، شکونو او شکايتونو د سپيناوي نه وړاندې دا وئيل ضروري ګڼو چې دا د عوامي نېشنل پارټۍ لۀ خوا وړومبۍ جرګه نۀ ده چې بللې کېږي – د دې نه وړاندې پۀ 1995، 1998 او 2007 کښې هم پښتنو ته د خنډ شوو مسئلو د هواري د پاره د عوامي نېشنل پارټۍ لۀ خوا د ټولو سياسي او مذهبي ګوندونو جرګې رابللې شوې دي. پۀ تېره مياشت کښې پۀ اتلسمه فرورۍ مونږ باچا خان مرکز کښې د نوو ضم شوو ضلعو يو لوے کنفرانس رابللے ؤ چې مونږ دغه هم د پښتنو د مسئلو د نشاندهۍ او حل د پاره يوه جرګه ګڼو. مونږ دغه جرګه کښې پۀ ګڼ شمېر د ګډون کوونکو ټولو سياسي ګوندونو، تحريکونو، د تاجرانو او نورو سازمانونو، د وکيلانو، طالب علمانو او ځائي مشرانو مننه کوو.

    دې جرګه کښې د قومي وطن پارټۍ (QWP) د صوبائي ترجمان پۀ شرکت کولو هم مونږ د دغه ګوند مننه کوو؛ خو د دې تر څنګ د قومي وطن پارټۍ د رهنما ښاغلي جميل مرغز لۀ خوا پۀ اردو ورځپاڼه “اېکسپرېس” )نولسمه فروري (2020 کښې چاپ شوې يوه ليکنه کښې د دې لويې جرګې، د دې د تابيا، اهدافو، اېجنډې او نتيجې پۀ اړه د شکونو څرګندونه شوې ده – عوامي نېشنل پارټۍ اګاهو دا رڼاوے کړے دے چې د “ضم شوو ضلعو کنفرانس” ؤ کۀ “پښتون قامي جرګه” ده، د دې اولنے او يواځينے مقصد پښتنو ته د را پېښو مسئلو د پاره د شريک حل راويستلو او شريک جدوجهد کولو امکان عملي کول دي.

    مونږ ډېر پۀ دروند زړۀ دا خبره کوو چې د قومي وطن پارټۍ د يو مشر او عهدېدار لۀ خوا د دې قامي جرګې پۀ تابيا او د دې پۀ مقاصدو د اعتراضاتو مخې ته راوړل نۀ يواځې دا چې يوه غېر سنجيده او غېر سياسي رويه ده، بلکې دا د جرګې د مخې نيولو او د سياسي “نمبرو جوړولو” يو شنډ کوشش دے. د وخت نه مخکښې رايې قائمول او نتيجې راويستل خطرناک اقدام دے. لا خو د جرګې پۀ نکاتو، غوښتنو او مقاصدو باندې نورو ګوندونو، تحريکونو، سازمانونو او صاحب الراې خلکو سره مشاورت روان دے او د دې جرګې د سفارشاتو نه تر اعلاميې پورې عوامي نېشنل پارټي نۀ غواړي چې څۀ هم د مشاورت نه بغېر پۀ خپل سر مخې ته راوړي؛ ځکه چې عوامي نېشنل پارټي يواځې د دې خاورې نۀ، بلکې د دې سيمې د اولسونو مخې ته ولاړو مسئلو د پاره د خبرو اترو تر لارې د سياسي حل راويستلو او شريک جدوجهد هدف تر نظره ساتي.

    • د ښاغلي جميل مرغز لۀ خوا وړومبۍ نيوکه دا شوې ده چې “کله د قومي وطن پارټۍ د مشر افتاب احمد خان شېرپاو لۀ خوا د “قومي” جرګې رابللو اعلان وشو نو عوامي نېشنل پارټۍ هم د جرګې رابللو پرېکړه وکړه.” د دې نيوکې لنډ ځواب دا دے چې د قومي وطن پارټۍ د ښاغلي مشر لۀ خوا د جرګې “اعلان” نۀ ؤ شوے، هغوي “تجويز” وړاندې کړے ؤ او د عوامي نېشنل پارټۍ مرکزي صدر اسفنديار ولي خان نۀ يواځې دغه تجويز منلے ؤ بلکې دا ئې ورته هم وئيلي وو چې “افتاب خان! وخت او ځاے ښايه، مونږ به درسره يو.” د دغه تجويز نه پس د اے اېن پي مرکزي صدر ته يو خط هم را ولېږلے شوچې د دغه خط د پاره د ځواب د مقرره وخت نه وړاندې د صوبې د وړو سياسي ډلو د يوې اتحاديې اعلان دې ښودنې د پاره وکړے شو چې ګنې قوم پرستې ډلې د قومي وطن پارټۍ سره ټل شوې دي!!! حقيقت دا دے چې د صوبې سياسي سټېک هولډرز د دغې اتحاديې برخه نۀ وو – خو مونږ اوس هم وايو چې کۀ د لسم مارچ نه پس ښاغلے افتاب خان شېرپاو د يوې قومي جرګې اعلان کوي نو عوامي نېشنل پارټۍ به هم دې جذبې سره د دغه جرګې پۀ کاميابولو کښې شريک کار کوي.
    • دوېم اعتراض دا دے چې نشترهال کښې رابللې شوې جرګه کښې عوامي نېشنل پارټۍ د بلنې تر لاسه کولو باجود شرکت نۀ ؤ کړے. دا خبره بېخي دروغ ده. دغه ياده جرګه يا کنفرانس د پښتونخوا جمهوري اتحاد لۀ خوا ؤ او دې کښې عوامي نېشنل پارټۍ ته د سره بلنه نۀ وه ورکړې شوې. مونږ بيا وايو چې د پښتنو د مسئلو د حل لټون د پاره هره جرګه، هر کنفرانس او هره ناسته کۀ د هر چا د طرفه وي، عوامي نېشنل پارټي ئې خپله ګڼي. کۀ د اتحاديې د برخې کېدو علاوه هم، دغه وخت عوامي نېشنل پارټۍ ته بلنه ورکړې شوې وه نو مونږ به پۀ کښې خامخا ګډون کولو.
    • درېم، د جرګې پۀ ساخت ګوته اوچته کړې شوې ده چې د عوامي نېشنل پارټۍ مرکزي صدر اسفنديار ولي خان به د دې جرګې صدارت کوي. ښاغلے جميل مرغز کۀ د پښتون دانشور کېدو دعويٰ لري نو بايد دومره خو خبر ؤ چې د پښتنو جرګو کښې د صدارت کرسۍ نۀ وي، دا ده چې د جرګې کوربه وي؛ او ځکه به پۀ لسم مارچ د کېدونکې جرګې کوربه د عوامي نېشنل پارټۍ مرکزي صدر اسفنديار ولي خان وي.
    • څلورم ټک ئې دا کړے دے چې د دې جرګې اېجنډه د وړاندې نه عوامي نېشنل پارټۍ ټاکلې ده – داسې بېخي نۀ ده. رښتيا دا دي چې د دې قامي جرګې د پاره ليکلې بلنې سره يو خط هم انډول کړے شوے چې دغه خط کښې د عوامي نېشنل پارټۍ لۀ خوا څو نکتې ليکلے شوي او دغه نکاتو سره دا يادګيرنه هم شوې ده چې کۀ کوم ګوند، کوم تحريک، کوم سازمان؛ عن تر دې چې کۀ کوم څوک پۀ انفرادي توګه هم څۀ وړانديز/ تجويز د جرګې حتمي اعلاميې کښې راوستل غواړي نو هغه دې لسم مارچ نه وړاندې پۀ ليکلې بڼه باچا خان مرکز کښې جمع کړي.
    • ښاغلي خپله ليکنه کښې اخرۍ نکته دا پورته کړې ده چې د دې جرګې سره به پښتانۀ نور هم تقسيم شي، او دا چې عوامي نېشنل پارټي دا غلط فهمي لري چې ګنې دا د پښتنو يواځينے خواخوږے ګوند دے – ښاغلي ته دې ياد وي چې باچا خان پۀ 1910 کښې د کوم جدوجهد اغاز کړے ؤ، د هغې مقصد هم د پښتنو يو کول او هغوي له سياسي شعور ورکول وو.

    زۀ د يو جميل مرغز ځواب کښې څۀ داسې خبره کول نۀ غواړم چې فاصلې زياتې کړي، دومره به ووايم چې عوامي نېشنل پارټي پۀ اتلسمه فرورۍ باچا خان مرکز کښې د نوو ضم شوو ضلعو کنفرنس کښې نۀ صرف پۀ ګډون کولو، بلکې د ډېرو مفيدو تجاويز راکولو د پاره، چې د اعلاميې برخه ګرځېدلي دي، د قومي وطن پارټۍ مننه کوي.

    دغه کالم نما کښې د شوي بيان نه زۀ پۀ ډاډه زړۀ د دې وئيلو جرأت کوم چې دغه هر څۀ د ښاغلي جميل مرغز ذاتي اېجنډه به وي، خو لږ تر لږه د قومي وطن پارټۍ دغه بيانيه نۀ شي کېدې؛ او دا ځکه وايم چې زمونږ د سياسي ګوندونو پۀ دې کږلېچنو حالاتو کښې ډېرې ذمه وارۍ پۀ غاړه دي او د پښتون قام پۀ دې حالاتو کښې د تقسيم در تقسيم ښکار کېدل او نۀ يو کېدل به ستر نقصان وي.

    عوامي نېشنل پارټۍ د پښتنو اتحاد او اتفاق د پاره د ګران نه ګران وخت کښې خپل قامي سياسي کردار ادا کړے دے او راتلونکي کښې به هم، کۀ څوک خوشحالېږي کۀ خفه کېږي، دغه کردار ادا کوي. مونږ د هر چا مثبت تنقيد ته پۀ روڼ تندي هرکلے وايو او دا هيله لرو چې پۀ مناسب فورم به زمونږ د کار لا ښۀ کولو او نتيجه خېز کولو د پاره تجويزونه او مشورې راکوي.

    اخره کښې د دغه اخباري ادارې ]اېکسپرېس[ پام دې ته راوړل غواړم چې کۀ دغه ادارې د پاره هر څوک هم ليکل کوي، پۀ اخلاقي او اصولي طور دا ضروري دي چې خپلو لوستونکو ته د دغه ليکوال ګونديزه، ادارتي، صحافتي يا د کومې سرکاري يا غېر سرکاري ادارې سره تړون څرګند وساتي. دې سره به ]د جميل مرغز غوندې[ سياسي کارکن د کالم نګار پۀ شکل کښېې د خپلو سياسي مخالفينو خلاف بې بنياده، بې دليله او بې جوازه نيوکې هم نۀ شي کولې او صحافتي اصول به هم نۀ تالا ترغه کېږي.

    عوامي نېشنل پارټي د سياسي جدوجهد يو اوږد او روښانه تاريخ لري او هم پۀ دې وجه ځينې د مخصوص ذهنيت لرونکي خلک پۀ بېلابېلو طريقو کوشش کوي چې د پښتنو پۀ خاوره د امن د پاره، د پښتنو د ائيني حقونو او د پښتنو د بقاء د پاره پۀ هر فورم د مبارزه کوونکي دې ګوند پښې ووهي. مونږ هر چا ته درناوے لرو خو د خپلې پېژندګلو د پټولو څۀ مطلب؟

     

  • “د تورغر چاربېته” – قمر صحرائي

    چاربېته د پښتو د اولسي ادب د ټپې پۀ شان زوردار او مقبول صنف دے چې پۀ اولسي سطح ډېر اهميت او افاديت لري. د يونيسکو د رپورټ مطابق د نړۍ د شپږو ژبو پۀ ادبي اصنافو کښې د پښتو چاربېته د ټولو نه وسيع او پراخ صنف دے چې څۀ دولس قسمونه او پۀ هر قسم کښې د څلورو نه زيات کورونه )زمينې( لري چې دغه وسعت او فراخت ئې د خپل اٰهنګ او د هيئت او ماهيت پۀ وجه برقرار ساتلے دے.

    نولسمه او شلمه عېسوي صديانې د پښتو د چاربېتې زرينې صديانې وې چې پۀ لر او بر پښتونخوا کښې تجربه کار او ماهره چاربېته ګو شاعرانو د پښتو چاربېته امر کړې ده. د سوات، صوابۍ، دير، هشنغر، مردان، ملاکنډ، د نوښار سيمه تر اټکه پورې، شانګله، بټګرام، پکلۍ، کونش، اګرور الائي او تورغر کښې چاربېته د نورو منظوم اصنافو نه زياته تخليق شوې ده.

    سحر حسن زے چې د تورغر ضلعې د پښتو ادب يو ځلنده ستورے دے، پۀ يک سر ئې پښتو ادب ته ملا تړلې ده او پۀ ډېرو نا مساعده حالاتو کښې کله مشاعرې کوي، کله د شخصياتو دستورې ]نمانځغونډې[ کوي او کله کتابونه چاپ کوي.

    تېر کال (2019) کښې ئې د تورغر ضلعې د تېر هېر چاربېته ګو شاعرانو تذکره “د تورغر چاربېته” پۀ نامه چاپ کړه – دغه زيار ئې د ستائينې وړ ځکه دے چې د تورغر ضلعې جغرافيائي جوړښت ډېر ګران، پېچلے او د تګ راتګ د مشکلاتو پۀ وجه دغلته د تحقيق او څېړنې کار لکه د زمري د بدن سپږې غونډول دي – خو د دې هر څۀ باوجود سحر حسن زي ملا وتړله او د تورغر چاربېتې ئې را غونډې کړې.

    پۀ دې تذکره “د تورغر چاربېته” کښې د پينځۀ شپېتۀ شاعرانو چاربېتې سره د هغوي د انځورونو او د ژوند د احوال چاپ دي. ټائټل ئې مضبوطې او کوټلې ګتې سره د اباسين زړۀ راکښونکي انځور باندې ښائسته دے. دنننه پکښې هم قيمتي کاغذ استعمال شوے دے.

    پۀ دننه اولنۍ صفحه باندې د دې تذکرې د مالي مرستيالو د ضلع تورغر د ډپټي کمشنر طاهر خان، اے سي محمد سليم، د اسسټنټ کمشنر جدباء خرم رحمان جدون او د تورغر د زوړ ناظم اعليٰ دلروز خان عکسونه چاپ دي.

    پۀ دې تذکره “د تورغر چاربېته” کښې د نولسمې او شلمې عېسوي صديانو سره سره اوسني شاعران هم موجود دي چې ځينې هغه شاعران دي چې نوموړي مستشرق جېمز ډارمسټېټر ئې پۀ خپل تاليف “د پښتونخوا هار و بهار” کښې تذکره کړې ده. د مثال پۀ توګه ‘سوکيا هندو’ وغېره – او ځينې هغه شاعران دي چې مقامي محققينو پرې تحقيق کړے دے، د مثال پۀ توګه ‘سيد قبول اخوند’ او ‘اشرق’ وغېره.

    ياده دې وي چې سحر حسن زي ته د دې تذکرې وړومبے ترغيب او بلنه راقم )قمر صحرائي( ورکړې وه چې کله راقم د هزاره ډويژن د چاربېته ګو شاعرانو تذکره “د هزارې چاربېته” د پاره د هزارې د مختلفو پښتنو سيمو چاربېتې راغونډولې نو د تورغر ضلعې چاربېتې راقم ته سحر حسن زي رسولې وې او دغه مهال راقم سحر حسن زي ته هم د تورغر چاربېتې د تذکرې چاپ کولو بلنه ورکړې وه – خو د راقم تذکره د هزارې ډويژن د وسعت او فراخت او د چاربېتې پۀ اول ځل د هيئت لۀ سوبه ډېره وځنډېده، خو سحر حسن زي د چاربېتې د تاريخي حېثيت او پس منظر نه پرته ازاده تذکره د راقم نه مخکښې چاپ کړه چې ډېر د ستائينې وړ زيار دے.

    د سحر حسن زي پۀ راتلونکي اثارو کښې د نوموړي ليکوال او دانشور سليم راز صاحب مرکې، شعري ټولګه، د افسانو مجموعه او ناول شامل دي.

    د سحر حسن زي جذبې تاندې، ادبي پوهه وسيع او همت ځوان دے. د پښتو ادب مطالعې ته ډېر سنجيده دے او پۀ تېر کال دوه زره نولسم کښې ئې د هزاره پوهنتون نه اېم اے پښتو ادب کښې ګولډ مېډل تر لاسه کړے دے.

     

  • د پوهاند مجروح ياد ‘جبر’، ‘اختيار’ او ‘ديالکتيک’ – نجيب منلی

    د فلسفي بحثونو یوه ستره ستونزه دا ده چې د مفاهیمو تعریف پۀ کښې خورا دروند فرهنګي بار لري. د پوښتنې مطرح کول او بیا پوښتنې ته د ځواب موندلو هڅه لۀ لومړي سره لۀ واقعیتونو سره د هرې ټولنې د تاریخي– فکري پس منظر پۀ رڼا کښې کېږي.

    ارسطو د نیکوماک پۀ اخلاقو کښې د عمل محرک ‘اراده’ بولي. اراده پۀ خپله دوه اجزاء لري: لومړی باید کړنه د شخص د خپلې عندي پرېکړې پۀ اساس وي او بل باید شخص د کړنې پۀ کولو او نۀ کولو کښې خپلواک وي . کۀ پرته لۀ ارادې پۀ خپل سر، یا پۀ تصادفي توګه لۀ چا کومه کړنه کېږي، یا د بل چا لۀ خوا یو کار ته اړایستل کېږي یا عېني شرائط داسې راځي چې شخص پۀ انفعالي ډول غبرګون ښائي نو دا کړنه د هغه شخص عمل نۀ بلل کېږي. دوېم جز ئې دا دی چې شخص باید پۀ شعوري ډول د یو کار کولو یا نۀ کولو ته مخه کړي، کۀ پۀ ناپوهۍ کښې یو څۀ کوي، دا هم د هغۀ عمل نۀ شي بلل کېدی.

    د ارسطو پۀ اند ‘جبر’ او ‘اختیار’ دواړه منتفي دي – یواځینی څۀ چې باید پۀ نظر کښې ونیول شي د شخص اراده ده.
    د جبر او اختیار موضوع تر ارسطو شاوخوا شپږ پېړۍ وروسته د سېنټ اګسټین پۀ نظریاتو کښې مطرح کېږي. سېنټ اګسټین د “خپلواکې پرېکړې” (libero arbitrio) او د ‘علیت’ د اصل پر اساس مخکښې لۀ مخکښې تعین شوي عمل (Determinismus) پۀ بحث کښې دا خبره مطرح کوي چې کۀ هر څۀ خدای پېدا کړي دي نو د ګناه مفهوم لۀ کومه شو؟ دلته بیا هم د یو فرهنګي ارزښت پر بنسټ فکري لاره تعریفېږي: نېکي او بدي شته، نېکي پرته لۀ کوم شکه د خدای لۀ لوري ده، څکه چې خدای “نېک” دی نو بدي لۀ کومه شوه؟ یا به دا منو چې بدي هم د خدای لۀ لوري ده او دلته د خدای پۀ وجود کښې تناقض را منځ ته کېږي، چې دا محال دی یا به د نېکۍ لپاره یوه سرچینه او د بدۍ لپاره بله سرچینه منو چې دلته د وحدانیت اصل نفي کېږي او یا به درېمه لار غوره کوو چې خدای انسان ته د نېکۍ او بدۍ دواړو تر منځ د انتخاب وس ورکړی دی او انسان پۀ خپلواکه توګه پۀ دوو کارونو کښې یو کوي.

    لکه څۀ رنګه چې د ارسطو پۀ تعریف کښې اراده یو فرهنګي اصل ؤ، د سېنټ اګسټین پۀ تعریف ‘خپلواکه پرېکړه’ دقیقاً یو فرهنګي مفهوم دی.

    پۀ الماني فلسفه کښې، او پۀ مشخص ډول د کانټ پۀ نطریه کښې د “غوښتلو ازادي” (Willensfreiheit) یا پۀ انګرېزي کښې “خپلواکه غوښتنه” (Free Will) بیا هم لۀ نړۍ سره د شخص پر فرهنګي تړاو ولاړه ده.

    پۀ عربي فلسفه کښې “اختیار” د خېر لۀ رېښې اخستل شوی، یعني انسان دا وړتیا لري چې پۀ خپل چاپېریال کښې د “ښۀ” او “نا ښۀ” تر منځ تفکیک وکړي خو پۀ مقابل کښې ئې “جبر” د تړلو او د ماتو د رغولو مفهوم لېږدوي چې تر شا ئې بیا هم یو فرهنګي ارزښت لیدل کېږي.

    د جبر او اختیار موضوع چې پېچلې ده، یو علت ئې هم دغه دروند فرهنګی بار دی چې بېلابېل فلاسفه د یوې مشخصې ستونزې پر وړاندې، مخکښې لۀ دې چې د جړې مشوړې د تار سر پېدا کړي؛ د خپلو لاشعوري، فرهنګي، فرضیو لۀ مخې پۀ لاس کښې د مشوړې لۀ نیولو سره د تار د سر پۀ پېدا کولو کښې لۀ ستونزو سره مخ کېږي او د مشوړې د سپړلو لپاره بېلابېل تخنیکونه او تاکتیکونه کاروي.

    “دیالکتیک” (Dailectics) هم د نفي او اثبات پۀ لومو کښې ښکېل دي او “جدل” تر بل هر څۀ دومره دروند فرهنګي بار لري چې د استدلالیانو لرګینه پښه ئې د پورته کولو وس نۀ لري.

    پۀ دې لنډکۍ غیر مسلکي لیکنه کښې زۀ دا ادعاء نۀ لرم چې د ‘جبر’ او ‘اختیار’ د یالیکتیکي ستونزه څېړلې شم. غواړم چې د فلسفي د بحث فرهنګي بعد پۀ منلو دا موضوع لۀ یو بل اړخه راونیسم.

    خدای ؤ او لۀ خدای پرته هېڅ نۀ وو. دغه مطلق وجود پرته لۀ دې چې ؤ، بل کوم خاصیت ئې نۀ درلود. نۀ څۀ وو او نۀ څۀ کېدی شول. پۀ دې کښې خدای اراده وکړه چې خپل مطلق وجود ته لوری ورکړي. د خدای د ارادې پایله دا شوه چې “کن” ئې ووئیل او کائنات وپنځېدل. د “کن” لۀ وئیلو سره سم، هم مکان پېدا شو، هم حرکت را منځ ته شو. د ‘مکان’ او ‘حرکت’ امتزاج ‘زمان’ ممکن کړ. د مکان، حرکت او زمان لۀ یو ځای کېدو د علیت لړۍ پیل شوه او د کائناتو د اجزاو تر منځ دیالکتیک روابط ایجاد شول.

    د “کن” پۀ وئیلو د خدای پۀ وجود کښې د خدای پۀ خپله مطلقه اراده د خالقیت اصل تحقق وموند. د خالقیت معلول، خلقت، د علیت د تمکین ظرف شو. علیت د “جبر” بل نوم دی. اوس کۀ دغه جبر پۀ هر فرهنګي ظرف کښې واچول شي، ماهیت ئې هماغه یو دی او د خالق پۀ شمول پر ټولو موجوداتو حاکم دی. حتٰي کۀ خالق پۀ خپله مطلقه اراده وغواړي چې خلقت نيست کړي، دغه نيستول به ئې هم د “کن” معلول وي.

    د علیت تر جبر ور اخوا، نو بیا کېدی شي چې د “اختیار” موضوع مطرح شي. کائنات شته او شتون ئې د مکان، حرکت او زمان پۀ ظرف کښې تمکین مومي. خو د تمکین د مفهوم تر شا بیا د علیت لړۍ ښکاري. د علیت اصل ته پۀ پام، هر د ارادې خاوند موجود د خپلې محدودې ارادې پۀ محوطه کښې مختار دی.

    کۀ د قران لۀ نظره دې ټکي ته وګورو نو د انسان د اختیار موضوع هم د انسان لۀ خلقت سره تړلې ده. تر انسان د مخه ملائک وو، هغوي اراده نۀ لري. داسې کېدی شي چې د خدای پۀ کارونو کښې د خپل فهم او ادراک پۀ اندازه نظر ولري خو دا نظر یې پۀ هېڅ ډول د علیت لړۍ ته نۀ لوېږي. حتٰي ابلیس چې بغاوت ئې وکړ )او ممکن سړی دا ووائي چې بغاوت کول د اختیار مظهر دی(، خو دغه بغاوت ئې هم د ‘ایجاد’ او ‘تخلیق’ تر پایې نۀ رسېږي.

    یواځینی موجود چې خدای ورته د ایجاد او تخلیق واک ورکړی دی، انسان دی. نو د جبر او اختیار موضوع هم یواځې د انسان لپاره مطرح کېدې شي.

    د جبر او اختیار تر منځ د دیالکتیک تړاو پۀ رڼا کښې دا وئیل ممکن دي چې تر هغه ځایه چې د کائناتو د ذاتي قوانینو محدوده ده، انسان مجبور دی. لۀ ‘مکان’، ‘حرکت’ او ‘زمان’ زېږېدلي فزیکي قوانین پر انسان حاکم دي او هېڅ تېښته ترې نشته؛ خو پۀ هغه محدوده کښې چې انسان ته اراده ورکړل شوې، انسان مختار او مسئول دی.

     

  • پۀ هند کښې دفخرِ افغان خان عبدالغفار خان د يو سل دېرشمې زېږون ورځ نمانځغونډه – منير احمد نوري، نوی ډيلی

    د هند پۀـ پلازمېنه نوي ډيلي کښې دا وړومبی تاريخي وياړ دی چې د افغانستان د سفارت لۀ خوا د فخرِ افغان باچا خان يو سل دېرشمه زېږون ورځ ونمانځلې شوه.

    دې دستوره کښې وېناوالو د عدم تشدد پۀ مفکوره د باچا خان او ګاندهي جي د همفکرۍ تر څنګ دا خبره پۀ بيا بيا ياده کړې ده چې افغانانو د عدم تشدد د مفکورې خپلولو سره د جنګ پر ضد خپل دريځ دنيا ته عملاً ښودلی دی. رښتيا دا دي چې افغانان د زرتشت او ګوتم نه تر باچا خان او د باچا خان د مفکورې د لاروي ګوند عوامي نېشنل پارټۍ پورې د عدم تشدد او جنګ ضد بيانيې شهادتونه دي.

    يواځې افغانستان نۀ؛ هند، پاکستان او د دې سيمې نور هېوادونه هم، کۀ غواړي چې د انساني وينې توئېدلو ته د پاې ټکی کېږدي، د باچا خان د زېږون ورځ او د هغۀ د تلين ورځ نمانځلو سره دې د هغۀ د ژوند او جدوجهد سره اړونده نورې ورځې نمانځل هم دود کړي. دې سيمه کښې د جنګونو د شورونو او د وينو د بهېرونو تر منځ باچا خان د امن يواځينی علامت دے – دا علامت چې څومره څرګند او غږند وي، دومره به د جنګونو مخنيوی کېږي.

    د فخرِ افغان خان عبدالغفار خان د زوکړې یو سلو دېرشمې (130) کلیزې رپورټ چې پۀ لاندې څلورو برخوکښې چمتو شوی:

    1. د دستورې رپورټ
    2. د دستورې موخې
    3. مطبوعاتي پوښښ
    4. د دستورې لاسته راوړنې

    تابيا: پۀ نوي ډیلي کښې فرهنګي څانګه

    لیږد ځای: د بهرنیو چارو د وزارت مقام

    نېټه: د 1398ه ش کال د سلواغې اوولسمه

    1. د دستورې رپورټ:

    دغه غونډه پۀ نوي ډیلي کښې د افغانستان سفاره د فرهنګي څانګې د 1399 مالي کال د کاري پلان لۀ مخې لومړۍ خپرونه وه چې پۀ بریالیتوب سره تطبیق شوه.

    پۀ نوي ډیلي کښې د افغانستان لوی سفارت فرهنګي څانګه د 1399 مالي کال د لمړۍ خپرونې د پلي کولو پۀ موخه لۀ بېلابېلو ناستو وروسته دې پایلې ته ورسېده چې د فخر افغان خان عبدالغفار خان د زوکړې مراسم پۀ شانداره او ښه توګه ونمانځل شي – د دې غونډې لۀ جوړولومو دوه هدفه درلودل:

    لومړی دا چې پۀ دواړو هېوادونو کښې د هغه شخصیتونو یادونه او نمانځنه وشي چې د دواړو هېوادونو پۀ فرهنګي او سیاسي روابطو کښې ئې بې ساري قربانۍ ورکړې دي، خصوصاً لکه فخرِ افغان خان عبدالغفار خان چې د عدم تشد د سیاست بنسټ ایښودونکی ؤ او د زوکړې نماځل ئې نۀ یواځې پۀ هند کښې بلکې پۀ سیمه کښې پراخ تاثیرات لري. مونږ د دې ستر شخصیت د زوکړې د ورځ پۀ نماځلو نړیوالو او د سیمې هېوادونو ته وښوده چې افغانانو لسيزو کلونو پخوا د ترهګرۍ او تشدد پۀ وړاندې مبارزه کړې او پۀ افغانستان کښې جګړه د افغانانو نۀ بلکې د پردیو لۀ خوا تپل شوې جګړه ده چې پردیو د خپلو شومو اهدافو لپاره روانه ساتلې ده.

    دوېم پۀ هم دې توګه زمونږ هدف دا ؤ چې د دواړو هېوادونو ځوانان او د پوهنتونو محصلین چې نوي پۀ لوړو زدکړو بوخت دي، د دواړو هېوادونو لۀ تاریخ، رهبرانو اوګډو کلتوري اړیکو څخه خبر شي.

    پۀ غونډه کښې مهاتما ګاندهي لمسۍ تارا ګاندهي ځانګړې مېلمنه وه او پۀ هم دې توګه پۀ افغانستان کښې د هند پخوانی سفیر امر سنها، پۀ هند کښې د هند د کلتوري شورا پخوانی مشر امرېندر ختوا او پۀ نوي ډیلي کښې د افغانستان د لوی سفارت شارژ دافیر طاهر قادري د غونډې اصلي وېناوال وو.

    د یادولو ده چې د دواړو هېوادونو پۀ دیپلوماتانو سربېره د دواړو هېوادونو فرهنګپالو، د پوهنتون استادانو او د خدائي خدمتګار خان عبدالغفارخان د مبارزې مینه والو او د دواړو هېوادونو ژورنالستانو پراخه ونډه اخستې وه .

    غونډه د دواړو هېوادونو پۀ ملي سردونو پېل شوه. د غونډې پۀ سر کښې محمد نعیم طاهر قادري د افغانستان لوی سفارت شارژدافیر راغلو مېلمنو ته ښۀ راغلاست ووئیل. د سفارت شارژدافير طاهر قادري د فخر افغان خان عبدالغفار خان پر شخصيت، ايډيالوژۍ، لۀ مهاتما ګاندهي سره د هغۀ پر اړيکو، د تاو تریخوالي ضد او ازادۍ لپاره د نوموړي پر مبارزو پۀ تفصيل سره خبرې وکړې. قادري زياته کړه، د خدائي خدمتګار باچا خان د يو سل دېرشمې زوکړې ورځ پۀ وياړ، خلک بايد د هغۀ لۀ کارنامو څخه زدکړې وکړي او د عدم تشدد لاره خپله کړي. دۀ ووئيل چې د هندوستان وګړي هم باچا خان ته زيات درناوى لري او هغۀ ته د دوېم ګاندهي پۀ سترګه ګوري.

    د مهاتما ګاندهي لمسۍ او د ګاندهي بنسټ مشرې تارا ګاندهي پۀ خپلو خبرو کښې د افغانستان د خلکو ستائينه او د افغانستان او هند د ژورو کلتوري اړيکو يادونه وکړه. نوموړې افغانان خورا مېلمه پال خلک ياد کړل خو خواشيني ئې وښوده چې د دې سيمې تر ټولو غښتلي خلک لۀ تېرو څو لسيزو راهسې د افراطي جګړو لۀ کړاو سره مخ دي. اغلې تارا ګاندهي پۀ هم دې توګه خپل د وړوکتوب خاطرې یادې کړې چې څۀ ډول ئې لۀ فخر افغان سره له نزدې لیدلي او پۀ هم دې توګه ئې د باچا خان او د مهاتما ګاندهي پر اړیکو خبرې وکړې. هغې د دواړو مشرانو نیت د بشریت او دواړو هېوادونو لپاره ډېر نیک توصیف کړو.

    پۀ افغانستان کښې د هند پخواني سفیر ښاغلي امر سنها پۀ خپله وېنا کښې ووئیل، د افغانستان او هند فرهنګي اړیکې اوسنۍ نۀ دي بلکې دغه اړیکې د دواړو هېوادونو د خلکو تر منځ ژور تاریخ لري چې د ګاندهي جي او د خان عبدالغفار خان لۀ خوا ئې بنسټ ایښودل شوی؛ دا هغه اړیکې دي چې د انسانیت او انسانانو ته د خدمت پۀ محور ولاړې دي.

    پۀ دغه غونډه کښې ډېر وېناوال پۀ دې نظر وو، کۀ چرې د خان عبدالغفار خان مبارزو او افکارو ته پۀ سیمه کښې پاملرنه شوې وه، اوس به پۀ سیمه کښې د اولسونو او هېوادونو تر منځ هېڅ واټن نۀ ؤ موجود.

    پۀ هند کښې د هند د کلتوري شورا پخواني مشر امرېندر ختوا پۀ خپلو خبرو کښې ووئیل، باچا خان د عدم تشدد د مبارزې بنسټګر غوښتل داسې یو قوي اولسي ځواک را منځ ته کړي چې علمي پرمختګ او فرهنګي اړیکو ته پۀ کښې ژوره پاملرنه وشي؛ داسې یو ځواک چې پۀ اصل کښې اولس واکمن وي، نۀ داچې اولس د واکمنو د ثلیقوي کړنو قرباني شي. باچا خان غوښتل چې د خپلې مبارزي لپاره هم ملي، هم سیمئیز او هم نړیوال ملاتړ تر لاسه کړي چې ښه بېلګه ئې پۀ سیمه کښې لۀ ګاندهي سره ګډه مبارزه او ملګرتیا وه.

    لۀ وېناو وروسته لۀ اېجنډې سره سم پۀ نوي ډیلي کښې د افغانستان لوي سفارت د فرهنګی څانګې لۀ خوا د خان عبدالغفار خان فخر افغان د ژوند لنډ چمتو شوی مستند فلم نندارې ته وړاندې کړی شو. پۀ فلم کښې د خدائي خدمتګار سیاسي مبارزه چې د اولسونو د سیاسي ژوند او حقوقو غوښتنه پۀ کښې شوې وه، د ګډونوالو د پام وړ وګرځېد. پۀ دغه فلم کښې هغه د یو ازاد او خپلواک سیاسي مبارز پۀ توګه پېژندل شوی چې د مبارزې هدف ئې قدرت ته رسېدل نۀ بلکې خلکو ته د علمي او فکري ژوند جوړول او لۀ نورو سره ښې اړیکې پۀ ګوته شوې وې. پۀ دغه فلم کښې خان عبدالغفار خان د اولس د فکر د یو والي پۀ برخه کښې بانډه پۀ بانډه، حجره پۀ حجره ستونزمن سفرونه وکړل او د وخت لۀ واکمنو سره ئې د مبارزې تر څنګ لۀ هند سره خپلې اړیکې نورې هم غښتلې کړې.

    لۀ اېجنډې سره سم لۀ فلم وروسته د فخرِ افغان د ژوند، د نوموړي سیاسي مبارزه، د عدم تشدد فلسفه او لۀ مهاتما ګاندهي سره د فخرِ افغان نزدې ملګرتیا د هند او افغانستان د لیکوالانو او څېړونکو ګډ پېنل پېل شو. پۀ دې پېنل کښې لیکوال او ژورنالست راجیو ډګرا، د هند د سولې او ستونزو د مطالعاتو د مرکز مرستیالې راجیشوري کرشنا مورتي، د نهرو د خاطراتو د موزیم مشر رګوېندر سنګهـ او د جواهر لعل نهرو پوهنتون د سیاسي چارو د دوکتورا کاندید نذیر احمد یوسفي ونډه درلوده. دغه لیکوالانو پۀ خپل وار سره یو پۀ بل پسې خپلې مقالې وړاندې کړې.

    پۀ پېل کښې ښاغلي راجیو ډګرا پۀ خپله مقاله کښې د عدم تشدد مبارز خان عبدالغفار خان پخوانیو مبارزو ته اشاره وکړه چې څومره پۀ هغه وخت کښې دغه ډول مبارزې ته اړتیا لیدل کېده او تر اوسه هم د خان د مبارزې افکار د خلکو پۀ ذهنونو کښې ژوندي دي؛ خلک اوس هم د هغۀ لۀ افکارو الهام اخلي چې باچا خان څنګه خلک وهڅول چې د خپل سیاسي ژوند پۀ اړه یو موټی شي.

    د دې تر څنګ اغلې راجیشوري کرشنا مورتي پۀ خپله مقاله کښې ووئيل، هغه عزت او مقام چې خان عبدالغفار خان د هند خلکو ته درلود، لۀ نورو سره نۀ شي پرتله کېدی او تاریخ به ئې هېڅ کله هم هېر نۀ کړي. هغۀ پۀ خپل وخت کښې لۀ هند سره ډېرې ښې او دوستانه اړیکې درلودې. پۀ سیمه کښې د هغۀ او ګاندهي سیاسي تګلارو کښې کوم توپیر نۀ ؤ موجود، هغوی دواړه د مبارزې پۀ یو خط روان وو.

    پۀ دغه پروګرام کښې وېناوالود باچا خان د ژوند او مبارزې بېلابېلو برخو ته پۀ اشارو سره هغه پۀ عاطفي لحاظ د هند د خلکو لپاره د هند د بنسټ ایښودونکي مهاتما ګاندهي پۀ شان د ارزښت وړ او د خاص شخصیت څخه برخمن وبالۀ.

    د نهرو د خاطراتو د موزیم مشر رګوېندر سنګهـ پۀ خپله تبصره کښې ووئیل، خان عبدالغفار خان د هند د وړې وچې خلکو ته د ګاندهي پۀ شان ګران او د ارزښت وړ ؤ. هغۀ د خان عبدالغفار خان مړینه پۀ سیمه کښې یوه لویه غمیزه وبلله. هغۀ ووې، کله چې خان عبدالغفار خان مړ شو نو خلکو فکر کاوۀ چې دوېم ګاندهي مړ شو. خان عبدالغفار خان پۀ سیاسي مبارزاتو کښې لۀ ګاندهي سره کوم اختلاف نۀ درلودلو او تل ئې پۀ نیت کښې د هند د خلکو د سیاسي ازادۍ او سوکاله ژوند غوښتنه کوله.

    پۀ افغانستان کښې هم ځوان سیاسي نسل د افغانستان د سولې لپاره د خان عبدالغفار خان د مبارزي پلي کول غواړي. پۀ هم دې تړاو پۀ نوي ډیلي کښې د جواهر لعل نهرو پوهنتون د سیاسي چارو د دوکتورا کاندید نذیر احمد یوسفي پۀ خپله مقاله کښې ووئیل، دا مهال پۀ افغانستان کښې نوی نسل د خان عبدالغفار خان د ایډیالوژي غوښتنه لري او اوس هم د هغوي د افکارو تر تاثیر لاندې دي. دغه نسل چې ملي ګټو ته ژمن دی او غواړي پۀ افغانستان کښې سوله راشي، باید د خان عبدالغفار خان مبارزه هېره نۀ کړي، ځکه چې د خان عبدالغفار خان پۀ مبارزه کښې عدم تشدد ته زیاته پاملرنه شوې او افغانان تر نورو زیات سولې ته اړتیا لري.

    پۀ دغه پروګرام کښې د خدائي خدمتګار خان عبدالغفار خان د ښواو پۀ زړۀ پورې خدمتونو پۀ ویاړ د هند پۀ کلکته او ممبۍ کښې دوه تنو افغانانو ته چې خدائي خدمتګاران دي؛ روغتیا، فرهنګ اوټو لنیزو چارو کښې لۀ بې وزلو افغانانو د خدائي خدمتونو او د هغوي د ټولنیزو ستونزو پۀ حل کښې هلې ځلې کولو باندې، هر یو امرالدین سلطاني او ډاکټر خالد احمد ته پۀ نوي ډیلي کښې د افغانستان د لوی سفارت د مشرتابه لۀ خوا د ستائیلو پۀ موخه ستاینليکونه ورکړی شول.

    د سفارت فرهنګي اتشه ښاغلي اجمل عالم زي چې د دې پروګرام کوربه ؤ، د پروګرام پۀ وروستۍ برخه کښې وېنا وکړه. عالم زي پۀ سر کښې لۀ راغلو مېلمنو مننه وکړه چې پۀ خپل راتګ ئې دا پروګرام نور هم دروند کړو. اجمل عالم زي پۀ خپلو خبرو کښې ووئیل، د هند او افغانستان فرهنګي اړیکې پۀ سیمه اغېز لرلی شي او اوسنی پروګرام سیمې ته دا پیغام ورکوي چې افغانستان د سولې کور دی او تل ئې د عدم تشدد غږ پورته کړی دی. فرهنګي اتشه ټینګار وکړو چې لۀ تېرو درېو کلونو ډول ډول فرهنګي برنامو پۀ لاره اچولو سره د هند او افغانستان اړیکو کښې خورا ښۀ پرمختګ شوی. د عالمزي پۀ وېنا، پۀ روان کال کښې به د نورو برنامو تر څنګ درې مهمې فرهنګي برنامې چې د دواړو هېوادونو تر منځ د فرهنګي مشترکاتو کمپاین او د دې ترڅنګ به د دېوبند مدرسې او دننه افغانستان کښې د علماو لوی اسلامي کنفرانس هم جوړ کړي. د عالم زي پۀ وېنا، پۀ نوي ډیلي کښې د فخر افغان خان عبدالغفار خان د زوکړې د يو سل دېرشمې کليزې یادونه نوي نسل ته د فخر افغان خان عبدالغفار خان د کارنامو، سیاسي مبارزې اوافکارو یادونه کوي او د دې تر څنګ به د هند او افغانستان فرهنګي او تاریخي اړیکې نورې هم پراخه او غښتلې شي.

    1. د دستورې موخې:
    • مونږ د دې ستر شخصیت د زوکړې ورځې پۀ نماځلو د نړۍ، د سیمې هېوادونو، افغان او هندي ځوان نسل ته وښوده چې افغانانو لسيزو کلونو پۀ خوا د ترهګرۍ او تشدد پۀ وړاندې مبارزه کړې.
    • زمونږ هدف دا ؤ چې د دواړو هېوادونو ځوانان او د پوهنتونو محصلین د دواړو هېوادونو لۀ سیاسي رهبرانو، ګډ تاریخ او کلتوري اړیکو څخه خبر شي.
    • پۀ داسې غونډو جوړولو به د هند او افغانستان فرهنګي او تاریخي اړیکې نورې هم پراخه او غښتلې شي.
    • پۀ دغه غونډه کښې د خان سیاسي مبارزو دا وښوده چې پۀ سیمه کښې یو شمېر واکمنه ادارې نۀ غواړي پښتانۀ علمي او فرهنګي پرمختګ وکړي.
    • کۀ چرې د خان عبدالغفار خان د مبارزې ژوره اړخ ته پام وشي، افغانان به پۀ سیمه کښې خپل دوستان او دښمنان وپېژني.
    1. مطبوعاتي پوښښ:
    • دغه پروګرام پۀ پراخه کچه د هند او افغانستان مطبوعاتو شتون درلود. پۀ هم دې خاطر ئې پراخ مطبوعاتي پوښښ درلود.
    • پۀ سوشل میډیا کښې د عامو خلکو د ملاتړ او هرکلي سره مخ شو.
    • پروګرام پۀ مکمله توګه د سفارت د رسمي پاڼې څخه پۀ ژوندۍ بڼه نشر شو.
    • دغه پرګرام د هند پۀ رسنیو (ANI tv, India Today tv) کښې نشر شو.
    • پۀ افغانستان کښې د اریانا، اریانا نیوز، شمشاد، طلوع، طلوع نیوز، ژوندون، خورشید، ملي تلویزیونونو او پۀ هم دې توګه د پژواک او افغانیه خبري سایټونو لۀ خوا ئې پراخ پوښښ درلود.

    د ټولو هغو رسنیو چې دغه پروګرام پۀ کښې نشر شوی، لنکونه ئې د رپورټ پۀ اخر کښې شته.

    1. د دستورې لاس ته راوړنې:

    لۀ دوه سوه څخه ډېرو هندي او افغان چارواکو، لیکوالانو، فرهنګیانو او بېلابېلو رسنیو پۀ دغه غونډه کښې ګډون کړی ؤ. مونږ ځوان نسل ته پۀ فرهنګي او سیاسي لحاظ یوه مفکوره ورکړه چې د عدم تشدد مبارزه څومره ګټوره ده. د دغه غونډې پۀ جوړولو د فرهنګي اتشې اړیکې لۀ یو شمېر فرهنګي بنسټونو سره نورې هم پراخه شوې. دا د روان 1399 مالي کال لومړۍ خپرونه وه چې پۀ خپل وخت پرته لۀ کومې تخنیکي او نشراتي ستونزې جوړه شوه. دغه غونډې مونږ وهڅولو چې د هند او افغانستان فرهنګي برخو کښې پۀ لویه کچه خپرونې جوړې کړو. دا لومړی ځل دی چې نوي ډیلي کښې د افغانستان سفارت لۀ لوري د فخر افغان د زوکړې کلیزه نمانځل کېږي.

    د ډلئیزو رسنیو لنکونه:

    https://twitter.com/indiatoday/status/1225485494336860161?s=21

    http://www.afghania.net/news/896683499

    https://www.facebook.com/pajhwoknews/posts/2951010688283847

    https://www.facebook.com/pajhwoknews/posts/2954986834552899

    https://www.facebook.com/IndiaToday/videos/611202889446230/?sfnsn=wiwspmo&extid=LkJbw0ZKdsSpW93a&d=n&vh=e

    https://www.facebook.com/IndiaToday/videos/2483981781862694/?sfnsn=wiwspmo&extid=fxMQ3L6ZShMDJK5L&d=n&vh=e

     

  • پښتو سندرې يوه بله ساه ورکړه (ماه جبين قزلباش) – پښتون

    ثريا خانم، چې پښتو سندرې د ماه جبينې پۀ نامه پېژندګلو او درناوے وربخښلے ؤ، پۀ شپږ ويشتمه فرورۍ لۀ مونږه سترګې واړولې.

    مه جبينې د پښتو د موسيقۍ اٰرټ ته د اولسي سندرو او غزل شکل کښې لويه ورکړه کړې ده. دغه ورکړه د پښتون وطن د جمالياتو شتمنۍ کښې لويه اضافه ده. دې سره ئې پۀ اٰرټ کښې د ښځو رول لا نور بشپړ کړے دے.

    کله چې به د پښتو سندرې دې بې بدله ښاپېرۍ سپوږمۍ ته مخ کړو او غاړه به ئې راکښله چې:

    سپينې سپوږمۍ! وايه اشنا به چرته وينه؟

    ګونګې شوې ولې؟

    ګونګې شوې ولې نۀ وايې حالونه؟

    نو د پښتنو جمالياتي حس به داسې وګڼله لکه چې سپوږمۍ د سپوږمۍ سره خبرې کوي.

    او کله چې به سنديزه شوه چې:

    زۀ د شينکي بابا زيارت له سبا ځمه، مورې!

    کۀ را له راکړې سور سالو پۀ سرومه، مورې!

    نو داسې به ښکارېده لکه چې زړونه ئې پۀ سور سالو کښې نغښتي د شينکي بابا زيارت له روان کړي وي.

    د نيازبينې سندرې نيازبينه ساه هم څۀ پۀ ناز لاړه! د زړۀ د ناروغۍ لۀ کبله د پېښور لېډي رېډنګ روغتون کښې داخله کړې شوه او څنګه مهينې نيازبينې چې ئې سندرې ساتلې وې، دغسې مهينه نيازبينه ئې ساه هم ورکړه.

    د ماه جبينې روح دې ښاد وي او د پښتونخوا لارې کوڅې دې بې د هغې د سندرو د انګازو کله هم نۀ شي.

     

  • خدائي خدمتګار منصور لا – نويد خټک

    د ازادۍ پۀ تحريک کښې چې د لکهونو پۀ شمېر کومو کسانو بې مثاله قربانۍ ورکړې دي، نن صورت حال دا دے چې د دغه خدائي خدمتګارانو اکثريت لۀ دې جهانه سترګې پټې کړې دي. اوس هاغه خلق هم کم شوي دي چې د دې قامي اتلانو نه ئې د دوي قصې اورېدلې وې. بايد چې مونږ پښتانۀ د خپلې سيمې د دغه قامي اتلانو پۀ حقله معلومات را غونډ کړو او د تاريخ پاڼو ته ئې وسپارو.

    نن زۀ ستاسو پۀ خدمت کښې د خپل کلي )شيدو( خدائي خدمتګار منصور لا د ژوند او سياسي هلو ځلو پۀ حقله څۀ معلومات وړاندې کوم.

    خدائي خدمتګار منصور خان چې خپل کلي شېدو کښې پۀ “منصور لا” مشهور ؤ، د خپل وخت يو دروند خدائي خدمتګار ؤ. منصور لا خدائي خدمتګار تنظيم کښې د خپل کلي کپتان منتخب شوے ؤ. پۀ حېث د کپتان منصور لا د تحريک يو متحرک غړے ؤ او د خدائي خدمتګارانو د مرکز نه راغلي پروګرامونه به ئې مخ پۀ وړاندې بوتلل. د “پښتون” رسالې خلقو ته رسول، پکټنګونه کول، پۀ احتجاجي مظاهرو کښې برخه اخستل او د انګرېزي استعمار پۀ ضد د وطن ازادۍ د پاره د کاروان برخه ؤ.

    د منصور لا د زېږون کال معلوم نۀ دے. منصور لا پۀ 2005ز کښې پۀ حق رسېدلے دے. د منصور لا کشر زوي سميع الرحمان را ته وې چې دغه وخت زما د پلار عمر زما پۀ حساب تقريباً يو سل ديارلس کاله ؤ او کۀ پۀ دغه حساب مونږ وګورو نو 1892 ئې د زېږون کال جوړېږي.

    د منصور لا د پلار نوم عبدالکريم خان ؤ. هغوي ابتدائي زدکړه کړې وه. سميع الرحمان وائي چې پلار راته وې ما پۀ ادنٰي جماعت کښې سبق وې. يو هندو هلک چې هر وخت به ئې زما پۀ سر استاد ته شکايت کولو؛ چې ښۀ بد بد مې ووهلو او د مدرسې نه را وتښتېدم او بيا مې د مدرسې مخ و نۀ ليدو. سميع الرحمان زياته کړه چې زما پلار تعليم نۀ ؤ کړے خو خپل نوم ئې ليکلے شو.

    منصور لا پۀ بدني توګه يو ډېر طاقتور انسان ؤ او د تتي يو ډېر تکړه لوبغاړے پاتې شوے دے. هغوي دوه ودونه کړي وو. وړومبي ټبر نه ئې دوه لوڼه وې چې وروستو بيا وفات شوې. د دوېمې ښځې نه ئې درې زامن دي. د کشر زوي نوم ئې سميع الرحمان دے چې پۀ 2005ز کښې د خپل کلي کونسلر منتخب شوے ؤ او دولس سوه ووټونه ئې اخستي وو.

    اورېدلي مې دي چې باچا خان منصور لا پۀ نوم پېژندو او د اجمل خټک بابا نه علاوه د هغۀ وخت يو بل دورند مشر شاعر او اديب ښاغلے نواز خټک صاحب سره ئې هم ډېر نزدې تعلق ؤ. د منصور لا پۀ حقله دا خبره مشهوره ده چې هغوي به خبره پۀ زړۀ کښې پټه نۀ ساتله؛ يعني سپينه خبره به ئې پۀ جار کوله. سميع الرحمان وائي چې پۀ اخري عمر کښې د پارټۍ يو مشر او صوبائي وزير جان محمد خان نه پۀ څۀ خبره خفه شوے ؤ. څۀ موده پس جان محمد خان د انتخابي مهم پۀ سلسله کښې زمونږ حجرې ته راغلو نو پلار مې هغه کمرې ته دننه کړو او دومره پۀ اوچت اواز ئې هغۀ سره خبرې کولې چې بهر ناستو خلقو هم د هغوي خبرې اورېدې.

    الله دې منصور لا سره د خاورو وبخښي.

    نويد خټک

    خدائي خدمتګار منصور لا

    د ازادۍ پۀ تحريک کښې چې د لکهونو پۀ شمېر کومو کسانو بې مثاله قربانۍ ورکړې دي، نن صورت حال دا دے چې د دغه خدائي خدمتګارانو اکثريت لۀ دې جهانه سترګې پټې کړې دي. اوس هاغه خلق هم کم شوي دي چې د دې قامي اتلانو نه ئې د دوي قصې اورېدلې وې. بايد چې مونږ پښتانۀ د خپلې سيمې د دغه قامي اتلانو پۀ حقله معلومات را غونډ کړو او د تاريخ پاڼو ته ئې وسپارو.

    نن زۀ ستاسو پۀ خدمت کښې د خپل کلي )شيدو( خدائي خدمتګار منصور لا د ژوند او سياسي هلو ځلو پۀ حقله څۀ معلومات وړاندې کوم.

    خدائي خدمتګار منصور خان چې خپل کلي شېدو کښې پۀ “منصور لا” مشهور ؤ، د خپل وخت يو دروند خدائي خدمتګار ؤ. منصور لا خدائي خدمتګار تنظيم کښې د خپل کلي کپتان منتخب شوے ؤ. پۀ حېث د کپتان منصور لا د تحريک يو متحرک غړے ؤ او د خدائي خدمتګارانو د مرکز نه راغلي پروګرامونه به ئې مخ پۀ وړاندې بوتلل. د “پښتون” رسالې خلقو ته رسول، پکټنګونه کول، پۀ احتجاجي مظاهرو کښې برخه اخستل او د انګرېزي استعمار پۀ ضد د وطن ازادۍ د پاره د کاروان برخه ؤ.

    د منصور لا د زېږون کال معلوم نۀ دے. منصور لا پۀ 2005ز کښې پۀ حق رسېدلے دے. د منصور لا کشر زوي سميع الرحمان را ته وې چې دغه وخت زما د پلار عمر زما پۀ حساب تقريباً يو سل ديارلس کاله ؤ او کۀ پۀ دغه حساب مونږ وګورو نو 1892 ئې د زېږون کال جوړېږي.

    د منصور لا د پلار نوم عبدالکريم خان ؤ. هغوي ابتدائي زدکړه کړې وه. سميع الرحمان وائي چې پلار راته وې ما پۀ ادنٰي جماعت کښې سبق وې. يو هندو هلک چې هر وخت به ئې زما پۀ سر استاد ته شکايت کولو؛ چې ښۀ بد بد مې ووهلو او د مدرسې نه را وتښتېدم او بيا مې د مدرسې مخ و نۀ ليدو. سميع الرحمان زياته کړه چې زما پلار تعليم نۀ ؤ کړے خو خپل نوم ئې ليکلے شو.

    منصور لا پۀ بدني توګه يو ډېر طاقتور انسان ؤ او د تتي يو ډېر تکړه لوبغاړے پاتې شوے دے. هغوي دوه ودونه کړي وو. وړومبي ټبر نه ئې دوه لوڼه وې چې وروستو بيا وفات شوې. د دوېمې ښځې نه ئې درې زامن دي. د کشر زوي نوم ئې سميع الرحمان دے چې پۀ 2005ز کښې د خپل کلي کونسلر منتخب شوے ؤ او دولس سوه ووټونه ئې اخستي وو.

    اورېدلي مې دي چې باچا خان منصور لا پۀ نوم پېژندو او د اجمل خټک بابا نه علاوه د هغۀ وخت يو بل دورند مشر شاعر او اديب ښاغلے نواز خټک صاحب سره ئې هم ډېر نزدې تعلق ؤ. د منصور لا پۀ حقله دا خبره مشهوره ده چې هغوي به خبره پۀ زړۀ کښې پټه نۀ ساتله؛ يعني سپينه خبره به ئې پۀ جار کوله. سميع الرحمان وائي چې پۀ اخري عمر کښې د پارټۍ يو مشر او صوبائي وزير جان محمد خان نه پۀ څۀ خبره خفه شوے ؤ. څۀ موده پس جان محمد خان د انتخابي مهم پۀ سلسله کښې زمونږ حجرې ته راغلو نو پلار مې هغه کمرې ته دننه کړو او دومره پۀ اوچت اواز ئې هغۀ سره خبرې کولې چې بهر ناستو خلقو هم د هغوي خبرې اورېدې.

    الله دې منصور لا سره د خاورو وبخښي.

     

  • د باچا خان اخري خبرې – اسرار د طورو

    د طورو خدائي خدمتګار مولانا محمد عنايت الله پۀ يوه ډائرۍ کښې ليکي چې پۀ دولسمه جولايۍ 1987 د پاکستان اخبار روزنامه “جنګ” کښې يو خبر دے چې باچا خان پۀ دهلي کښې پۀ يو هسپتال کښې د فالج د حملې پۀ وجه داخل دے. د بهارت يو سابقه وزير ئې تپوس له تلے ؤ. دا وزير سکهـ ؤ. د دۀ نوم وشوا ناتهـ پرتاب سنګهـ ؤ. باچا خان ورته ووئيل چې “کوم ځاے د کرسۍ مرض عام شي، هلته جمهوريت نۀ پاتې کېږي.” هغوي ووئيل، “د کرسۍ او دولت وباء پۀ ملک کښې پۀ خورېدو ده.” “يو سړے هم د اقتدار د کرسۍ نه د کوزېدو نوم نۀ اخلي.” باچا خان پرتاب سنګهـ ته ووئيل، “هندوستان پۀ چغو نعرو، جلسو، جلوسونو او پۀ انقلاب زنده باد نۀ دے ازاد شوے، دا خو ګاندهي جي داسې خلق تيار کړي وو چې د هغوي پۀ زړونو کښې د اقتدار او دولت سره مينه نۀ وه او مونږ هم پۀ خپله صوبه کښې داسې خلق پېدا کول؛ دا کوشش مو کولو چې د ملک او قوم خدمت وکړي. مونږ عوام پوهه کړل چې د خداے د بندګانو خدمت وکړئ، د خداے خو د چا خدمت ته ضرورت نشته، چې د هغۀ د مخلوق څوک خدمت وکړي نو د هغۀ نه خداے رضا شي. د خدمت عوض خو به الله ورکوي. پۀ دنيا کښې بدلون پۀ خدمت راځي نو پکار دي چې ښځې هم پۀ دغه کار کښې برخه واخلي.” باچا خان ووئيل، “زنانه د اقتدار او دولت حرص نۀ لري، ملک به د تباهۍ نه بچ کړي.” باچا خان د فلپائن او بنګله دېش مثالونه ورکړل چې ملک ئې د مارشل لاء وساتلو.”

    چا وئيلي وو:

    کۀ د زلمو نه پوره نۀ شوه

    نو باچا خانه جينکۍ به دې ګټينه

    باچا خان پرتاب سنګهـ ته ووئيل، “چاپېره پۀ دنيا اور لګېدلے دے، پۀ هر ملک د لويو طاقتونو دباو دے، يواځې پۀ بهارت نۀ پۀ پاکستان هم دباؤ دے. کۀ يو ځل جنګ شروع شو نو دنيا به تباه شي.”

    جنګ اخبار ليکلي دي چې د خان عبدالغفار خان دا ګفتګو اخري ؤ، بيا خو هغه بې هوشه شو.

    مولانا صاحب ليکي، “د باچاخان بې هوشي جاري وه. د دهلي نه د بې هوشۍ پۀ حالت کښې پېښور لېډي ريډنګ هسپتال ته راوستے شو. ډاکټر کبير د باچا خان خصوصي ډاکټر دے. دهلي ته هم د باچاخان سره تلے ؤ. اوس هم ډاکټر کبير پېښور ته را وستلو.”

    د نن شا زلمو ته دې معلوم وي چې د پينځلسم 15 اګست 1947 نه اګاهو پۀ هندوستان )بهارت، بنګله دېش، کشمير او د پښتونخوا پۀ ټولو سيمو( د برطانيې د انګرېزانو حکومت ؤ. دغه قوم طاقتور او چلباز ؤ، “Divide & Rule” پاليسي ئې وه. پۀ مختلفو حربو به ئې د هندوستان قومونه يو بل سره جنګول او پۀ دې چل ئې غلامان کړي وو. وژل، قېدول او سپکول عام وو. پۀ روپيو، پېسو، خطابونو، عهدو او منصبونو ئې نام نهاد مذهبي مشران، پيران، خانان، چوهدريان، وډېره ګان، نوابان او ملکانان ځان سره کړي وو او د قوم د ازادۍ خلاف ئې پکارول. جهالت او افلاس ئې پۀ ټولو هندوستاني عوامو حاوي کړے ؤ.

    دغه وخت کښې د پښتنو پۀ دې سيمه کښې د ترنګزو او اتمانزو پۀ کلو کښې د حاجي صاحب او باچا خان غوندې اتلان را پاڅېدل او د انګرېزانو حکومت ته اړم شو. پۀ هندوستان کښې نور ليډران هم وو خو د باچا خان جدوجهد د امن، مينې، ورورولۍ، ديني جذبې او صبر پۀ بنياد ؤ. د عدم تشدد پۀ وسله جنګ نا اشنا کار ؤ. بې علمه شډل پښتانۀ پۀ دې فلسفه پوهول ګران کار ؤ. باچاخان د دوي تربيت وکړو او انګرېزان ئې وجړقول.

    باچا خان پۀ 1890ز کښې پېدا شو او پۀ شلمه جنورۍ 1988 د 98 کالو پۀ عمر کښې وفات شو. دۀ زرګونه رضاکار د عدم تشدد پۀ لار جنګ ته تيار کړي وو. باچا خان د 1921 نه خدمت شروع کړو. تعليمي ادارې ئې جوړې کړې. يو اخبار يا مجله ئې پۀ پښتو جاري کړه، “پښتون” نوم ئې ورله کېښودلو. “خدائي خدمتګار” تحريک ئې شروع کړو. انګرېزانو او بيا خپلو “وروڼو” پرې لوبې وکړې. ډېر زيات ژوند ئې پۀ سختو جېلونو کښې تېر کړو. هندوانو ورسره هم زياتے وکړو خو نن د هغۀ د کار او نظر مخالفين خوار ذليل دي. انجام ئې لا زياته رسوائي ده او د بابا د فلسفې نه بغېر ئې بله لار نشته.

     

  • ‘اېنيمل فارم’ او د پاکستان موجود حکومت* – ارشاد پښتون

    ‘اېنيمل فارم’ (Animal Farm) د جارج اروېل (George Orwell) يو علامتي شاهکار ناول دے چې د يو شمېر اړخونو نه ئې د ذکر وړ اړخ “طنز و مزاح دے”. د ‘اېنيمل فارم’ طنز و مزاح ډېر ښېرازه، خوندور، رنګين او تلپاتې اهميت لرونکے دے. هم دا يو داسې صفت دے چې ناول کښې ئې خوند پېدا کړے او لوستونکے د ځان سره تر پاې غاړه غړۍ ساتي. مونږ د اروېل د طنز و مزاح پۀ تعريف کولو مجبوره شو او راته څرګنده شي چې اروېل پۀ دې حواله څومره کامياب دے او د خپلې قصې پۀ پلاټ او کردارونو ئې موټے څومره مضبوط دے. د اروېل طنز و مزاح ډېر پۀ تسلسل سره مخ پۀ وړاندې ځي. د قصې د نشېب و فراز سره سم ئې تر پاې د طنز و مزاح لمن نۀ ده پرېښې. اروېل ډېر پۀ هنر دا صلاحيت کارولے او د خپل غرض کار ئې ترې اخستے. مونږ ته د يوې خبرې حقيقت څرګند شي چې طنز و مزاح د سنجيدګۍ نه هم ګران کار دے. اروېل کله مونږه وخندوي او کله مو خفه کړي، د چا سره مو همدردي پېدا شي او د چا نه مو نفرت.

    د اروېل طنز و مزاح او د ناول مجموعي ماحول د پاکستان د موجوده حکومت او د پي ټي اٰئي د ليډرانو او ورکرانو د ذهنيت سره تر کافي حده سمون خوري لکه چې د دواړو نفس مضمون يو دے او کۀ اروېل موجوده وخت کښې ژوندے وے نو شايد چې د معمولي رد و بدل سره ئې دا ناول د پي ټي اٰئي حکومت پۀ تاثر کښې ليکلے وے. اروېل چې کوم طنز د روس پۀ سوشلسټ نظام، پۀ ليډرانو او نورو طبقو باندې کړے، هغه د پي ټي اٰئي د حکومت، ليډرانو او ورکرانو سره ډېر سمون خوري. اروېل د سټالن او ټراټسکي ذاتي اناګانې، د دوي استحصالي رويه او د ښکته طبقې سادګي د خپل طنز هدف ګرځولے.

    پۀ ناول کښې د يو فارم ځناور غواړي چې انقلاب راولي، خپل مالک وشړي، د دۀ د ملکيت نه ځان خلاص کړي او د خپلو فېصلو پۀ خپله مالکان شي. دوي پۀ دې خپل کوشش کښې کامياب شي او دغه رنګ پۀ فارم کښې د خپل واک خاوندان شي. دوي د ژوند تېرولو يو باقاعده نظام جوړ کړي او خپل يو اٰئين جوړ کړي کوم چې اووۀ احکامات وي. پۀ دې ځناورو کښې خنزيران چې د نورو ځناورو نه لږ هوښيار وي، ليډران شي خو د وخت تېرېدو سره دوي د نورو ځناور استحصال شروع کړي او هغه احکامات چې دوي جوړ کړي وو، پۀ خپله ماتول شروع کړي – تر دې چې د دوي جوړ کړے نظام واپس مات شي او د انقلاب هېڅ مقصد پاتې نۀ شي او د ځناورو ژوند پۀ کښې د سختيو سره مخ شي.

    هم دغه حالت پۀ پاکستان کښې د پي ټي اٰئي،د دې د ليډرانو او د ورکرانو دے. کۀ ‘اېنيمل فارم’ کښې بوډا ‘مېجر’ ځناورو له د انقلاب او خپلواکۍ پېغام او ايډيالوژي ورکړه او بيا ‘سنوبال'(Snowball) ، ‘نپولين’ (Napoleon)او نورو ځناورو دغه فکر عملي کړو نو پۀ پاکستان کښې دغه چغه عمران خان د تبديلۍ پۀ نامه ووهله. فرق دا دے چې د ځناورو انقلاب پۀ خپلو مټو ؤ او دلته د عمران خان سره پۀ الېکشن کښې د تهرډ امپائر، خلائي مخلوق يا نامعلوم افراد لاس امداد ؤ او دغه رنګ د الېکشن نه زيات سلېکشن ؤ.

    ‘اېنيمل فارم’ کښې ‘اولډ مېجر’ ځناورو ته يو تقرير کښې وائي،

    “دا زمونږ فارم هم پۀ لسګونو اسونه، پۀ شلګونو غواګانې او پۀ سلګونو ګډې بيزې پاللے شي او ټول به د خوند رنګ او عزت ژوند تېرولے شي چې مونږ ئې تصور هم نۀ شو کولے”.

    ګويا عمران نيازي لکه د بوډا مېجر وائي چې دا پاکستان کروړونو خلکو له نوکرۍ ورکولې شي، هر څۀ ارزانېدلے شي او هر ماشوم سکول ته تللے شي خو کۀ کرپشن او کرپټ ليډران لۀ منځه لاړ شي. هلته بوډا مېجر د ستونزو حل داسې ښائي،

    “زمونږ د سر دښمن انسان دے، دا لۀ مينځه لرې کړئ نو نۀ لوږه شته او نۀ بيګار، سپينه ورځ ده”-

    او دلته نيازي وائي چې نواز شريف او زرداري لۀ منځه لرې کړئ نو پاکستان کښې به د شاتو او غوړو ويالې بهېږي. هم دې د اولډ مېجر خيالي خبرو ځناور جذباتي کړل او دلته د نيازي خبرو يوتهيان جذباتي کړل او د يو داسې سړي سره ئې خپل مستقبل وتړلو چې هغه ژوند، روزګار، وادۀ، رشتو، سياست، داخله خارجه امور، معيشت او هر څۀ لکه کرکټ کول غوښتل!!!

    کۀ د ‘اېنيمل فارم’ مجموعي او بنيادي خبره وګورو نو هغه د ځناورو د فارم واپس د انسانانو سره يو کېدل، دوي سره روزګار شروع کول او د خپلو ليکلو او وئيلو خبرو ترديد کول دي چې پۀ پاکستاني سېټ اپ کښې د پي ټي اٰئي او عمران يو ټرن (U-turn) دي. د ‘ائرني’ غورې بېلګې پۀ عمران نيازي کښې ليدلې شي چې وائي يو څۀ او کوي بل څۀ، سوچ يو کوي او کېږي بل څۀ او دغه رنګ هره ورځ د خپلې تېرې ورځې د خبرې ترديد کوي. دا يو ټرن دومره ډېر دي چې پۀ دې لړ کښې بايد د عمران نيازي نوم پۀ ورلډ ګېنز بک کښې راشي او موصوف پۀ دې لړ کښې د عظيم ليډر نخښه هم دا ښودلې.

    د انقلاب نه پس د ‘نپولين’، چې يو خنزير دے او د ځناورو مشر شي، ټول ذهني حالت بدل شي. دا نرګسيت او ځان ښودنه کښې ښکېل شي او دغه رنګ د ځناورو استحصال شروع کړي. د ځناورو پۀ خوراک او راشن کښې کمے شروع شي خو دا د عېش عشرت ژوند تېروي. دۀ پراپېګنډې او افواګانو له ځناور مقرر کړي وي او کۀ کوم ځناور د تېر مالک صفت يا خوبي بيانوي نو دغه ځناور ئې غېبت او د ‘نپولين’ صفتنونه شروع کړي. پۀ ‘نيازي لېنډ’ کښې ګويا کۀ څوک د نواز شريف موټروېګانې، کارخانې وغېره ستائي نو يو يوتهي به خامخا پۀ هغۀ کښې نقص راوباسي. د ناول يو اهم کردار ګډې دي چې ډېرې کم عقلې او ناديده دي، ذهني کچه ئې کمه ده، نور څۀ خو نۀ شي زده کولے خو يوه چغه ئې زده کړې ده چې “دو پايه مرده باد” او “چارپايه زنده باد”. دا هم دغه چغه ده چې دلته ئې ‘قوم يوتهـ’ يا يوتهيان پۀ هر سنجيده مجلس کښي وهي: “نواز شريف چور هے”. لکه څنګه چې د انقلاب نه پس هم د فارم مالک ‘جان’ د ‘نپولين’ او ځناورو پۀ اعصابو سور ؤ، هم داسې نواز شريف د عمران نيازي او يوتهيانو پۀ اعصابو سور دے. عمران نيازي د يوتهيانو پۀ ذهن د نواز شريف، زرداري او نورو ليډرانو بهوت سورولو کښې کامياب شي او دغه رنګ د يوتهيانو بلېک مېلنګ شروع کړي. عمران نيازي اوس هم داسې رويه کوي لکه هغه چې پۀ حکومت کښې نۀ بلکې اپوزېشن کښې وي. هلته ‘جان’ د وېرې يوه استعاره ګرځېدلې او دلته نواز شريف، زرداري او نور ليډران؛ او دغه رنګ مونږ ګورو چې يوتهيان د ګرانۍ، معاشي بدحالۍ او بد انتظامۍ سره د نورو مسئلو باوجود هم د عمران نيازي پۀ صفتونو نۀ مړېږي. مسئله دا ده چې دا صفتونه د پارټۍ يا ليډر د کارکردګۍ پۀ اساس نۀ دي بلکې لکه د زرتاج ګل مطابق killer smile او ‘زبردست’ body language پورې محدود شو.

    د پاکستان سره د وخت د سر نه چې کومه مسئله راروانه ده او کومه چې ډېره د تذبذذب سبب ده، هغه د مذهب پاڼه ده. مسئله دا ده چې جناح چې خپل ذاتي ژوند کښې سيکولر ؤ، د مذهب پۀ نوم د مارلے منټو Minto-Marley د ‘دو قومي نظريه’ رياست جوړوي او هند کښې د هندو او مسلمان چال چلوي او بل اړخ ته ګاندهي چې ذاتي ژوند کښې مذهبي دے، د يو سيکولر رياست اساس ږدي. وروسته جناح خپل تقرير کښې وائي چې تاسو اوس ازاد يئ، کۀ چرچ ته ځئ کۀ جمات ته ځئ او دغه رنګ د پاکستان د رياستي چوکاټ نظام يوه دوڼه پاتې شي. د جناح تقرير پۀ ‘قراردادِ مقاصد’ replace شي او بيا د مذهب سفاک سياسي استعمال شروع شي. وروسته دغه پاڼه بدنامِ زمانه ضياء هم د خپل غرض او امريکې د خوشحالۍ د پاره وکاروله او دغه سلسه د مشهور زمانه “پلے بواے” عمران نيازي ته راورسېده، څوک چې د ‘رياستِ مدينه’ پۀ نوم د خالي ذهنه خلکو استحصال کوي.

    د انقلاب نه پس ‘نپولين’ د ډاميننټ شخصيت پۀ شکل کښې وړاندې راشي، د ټول فارم مالک شي، د جمهوريت پۀ ځاے ډکټېټر خويونه شروع کړي، پۀ نرګسيت کښې مبتلا شي، د انقلاب اٰئيډيلز هېر کړي، د خوشامندو ټولګے ترې چاپېر شي او د نورو ځناورو سره ئې فاصله پېدا شي. دا پۀ يو شمېر القاباتو ولمانځل شي او تش نپولين پاتې نۀ شي بلکې پۀ رسمي ډول ‘زمونږ مشر’، ‘کامرېډ نپولين’، ‘د ټولو ځناورو بابا’، ‘د انسانانو خپسه’، ‘د ګډو چرګو چرګانو ساتونکے’، ‘دوست’ او دغسې نور صفتي نومونه ورته منسوب شي. يو خنزير داسې نظم وليکلو چې د هغۀ پۀ کښې ډېره مدح شوې وه او هغه پۀ کښې د ‘بې موره بې پلاره دوست’، ‘د خوشحالۍ سرچينه’ او ‘د تندغرو ساقي’ ياد شوے ؤ.

    هم دغه حالت د پي ټي اٰئي د ليډر عمران نيازي دے! يو ډېر مذهبي مشر نورالحق قادري د هغۀ پۀ اړه وائي چې “دۀ کښې ډېره عاجزي او ملنګي ده او د دۀ پۀ نمونځ کښې چې ما څومره خوند او مزه ليدلې، يقين وکړئ د ډېرو غټو شېخانو او ملايانو نمونځ کښې ما دومره نۀ ده ليدلې.” د صادق او امين غوندې دروغژنو القاباتو نه پس دغه سلسله د زرتاج ګل ګل جړو ته رسي او وائي چې عمران قتلوونکې مسکا يعني کلر سمائل لري او زبردست باډي لېنګوج ئې دے. د بشريٰ مانيکا د خوب نه شروع شوې دغه سلسله د ودرېدلو نامه پۀ خولۀ نۀ اخلي.

    د عمران نيازي رويه د نفسياتي ماهرانو پۀ نزد يو کمپلېکس (complex) دے چې سحر يو څۀ ووائي نو ماښام بدل وي او دغه رنګ مونږ ‘اېنيمل فارم’ کښې ګورو چې ‘نپولين’ به خپلې ارادې او وعدې بدلولې. د ټولو نه غټ مثال ئې د بادي ژرندې ؤ چې د ‘سنوبال’ ائيډيا وه او ‘نپولين’ ئې سخت مخالف ؤ خو يوه ورځ ‘نپولين’ اعلان وکړو چې پۀ هر حالت وي، بادي ژرنده به جوړولې شي. د بادي ژرندې پۀ جوړولو کښې ځناورو ته ډېر تکيلف ملاو شو او خنزيرانو ته پۀ کښې هېڅ قسمه تکليف ملاو نۀ شو. ګويا عمران نيازي د نواز شريف جوړې کړې بي اٰر ټي ته ‘جنګله بس’ وائي. نواز شريف پۀ پېښور کښې د مرکز پۀ پېسو د بي اٰر ټي د جوړولو وړانديز کوي خو نيازي ئې نۀ قبلوي او بيا د پي ټي اٰئي حکومت د دې د جوړولو اراده کوي. بي اٰر ټي کۀ جوړه شي کۀ نۀ، خو پېښور ورسره وران ويجاړ شو، پۀ دې کښې بې انتها کرپشن وشو، بې انتها وخت ورباندې ولګېدو او تر دا دمه سازه نۀ شوه او دغه رنګ نۀ غواړي چې چا ته پۀ دې باندې د تحقيقاتو اجازت ورکړي. پۀ بي اٰر ټي پسې بې شماره لطيفې هم جوړې شوي لکه وائي چې يو سړي ته د مرګ سزا واورولې شوه او د هغۀ نه اخري خواهش وپوښتلے شو نو هغۀ ورته ووئيل، چې “زۀ بي اٰر ټي کښې ګرځېدل غواړم.”

    څنګه چې ‘اېنيمل فارم’ کښې د ځناورو ارادې او هدفونه يو څۀ وو خو وشو بل څۀ، دغه رنګ د پي ټي اٰئي حکومت هم وئيل يو څۀ او کوي بل څۀ – د عمران نيازي د حکومت نه وړاندې تقريرونه او د حکومت نه پس حالات کۀ مقائسه کړے شي نو يو عام سړے هم پۀ دې پوهېږي چې د زمکې او اسمان فرق دے پۀ کښې. هېڅ لاس ته راوړنه نۀ ده شوې، هېڅ تبديلې نۀ ده راغلې، د چا پۀ ژوند کښې هېڅ ښۀ والے نۀ دے راغلے. پۀ ‘اېنيمل فارم’ کښې چې څنګه ځناور انقلاب راولي او د غواګانو نه پۍ رالوشي نو ځينې ځناور دا پوښتنه وکړي چې پۀ دې پيو به څۀ کوو؟ نو ‘نپولين’ ځواب ورکړي چې کامرېډانو! د پيو غم مۀ کوئ، اوس راته کار پۀ سر پروت دے. ځناور کار له ولېږي او چې ماښام راشي نو پۍ خنزيرانو څښکلي وي. د الېکشن نه وړاندې نيازي د کرپشن خلاف خبره کوي، د پارلېمنټ پۀ خرچو باندې تنقيد کوي، خلکو له د حضرت عمر مثالونه ورکوي او بيا د خپلو وزيرانو تنخواګانې څو چنده سېوا کوي او وائي چې زما پۀ دوه لکهه تنخوا ګزاره نۀ کېږي او دغه رنګ خپله تنخوا لسو لکهو ته ورسوي. د دې سره د ‘اېنيمل فارم’ مشهوره جمله چې all animals are equal but some are more equal ډېر سمون خوري.

    د عمران نيازي هېڅ معاشي پلان نشته. پۀ ‘اېنيمل فارم’ کښې چې فارم د سختيو سره مخ شي، د خنزيرانو او سپو نه علاوه د ځناورو راشن هم کم کړے شي، د دوي کار هم سېوا شي نو ‘نپولين’ اراده لري چې د ګيا او ټانټو يوه دلۍ او د غنمو يوه برخه خرڅه کړي او کۀ بيا هم څۀ کمے وي نو د چرګو اګۍ به خرڅې کړي. دا روزګار د انسانانو سره کېدونکے ؤ چې پۀ اووۀ احکاماتو کښې دا شامل وو چې د انسانانو سره به هېڅ قسمه روزګار نۀ ساتلے کېږي. مونږ ګورو چې د الېکشن نه وړاندې نيازي پۀ زرګونو اربه روپۍ چې پۀ مبينه طور بهر پرتې دي، هغه خپل ملک ته راوړل غواړي او دغه رنګ هغه کروړونه روپۍ کرپشن چې هره ورځ کېږي، بندول غواړي. د دې مفروضې پۀ “عملي” کولو سره به هغه کروړونه نوکرۍ ورکړي خو بيا مونږ ګورو چې مېښې خرڅول او چرګې چرګان خلکو له ورکول د معاشي نظام برخه شي. پۀ ‘اېنيمل فارم’ کښې چې ځناور خبرېدل نو انقلاب راغلے ؤ او “نوي پاکستان” کښې د پي ټي اٰئي “تبديلي آ نهين رهي بلکه تبديلي آگئي هے” – چې تبديلي راغلې نو بايد مونږ ووايو چې کوم ده؟ هغه کروړنه نوکرۍ څۀ شوې؟ هغه د کرپشن لوټلې پېسې څۀ شوې؟ هغه ازادي کوم ده؟ هغه امن کوم دے؟ هغه پارلېمان کوم دے؟ غټه مسئله دا وشوه چې نيازي د ذمه وارۍ نه مبريٰ کېږي، خپله پړه نۀ صرف پۀ تېر حکومت اچوي بلکې کله کله پۀ خپل ځينې وزير هم اچوي. حقيقتونو نه سترګې پټولې کېږي، خلک پۀ تيارو کښي ساتلے کېږي. پۀ ‘اېنيمل فارم’ کښې يوه ورځ خنزيران يو سړے ګودام ته بوځي او هغه پېټۍ او بوجۍ ورته وښودلې شي چې وېخ کښې ئې شګې او خاورې وي او پۀ سرونو ئې ورته جوار غنم اچولي وي. دلته زمونږ يوه وزيره صاحبه پۀ داسې وخت کښې چې ټماټر پۀ دوه سوه روپۍ کلو وي، وائي چې ټماټر پۀ پينځۀ روپۍ کلو دي، او امپورټډ وزير وائي پۀ اوولس روپۍ کلو دي؛ ګويا د وزيرانو کار پۀ هر حالت کښې د نيازي دفاع ده. ‘اېنيمل فارم’ کښې يوه ورځ ‘سنوبال’ تقرير وکړو او ځناورو ته ئې د فارم پۀ خاطر د هر قسمه قربانۍ ورکولو زورنه ورکړه او دلته زمونږ يو وزير صاحب وائي چې د دوه ډوډيو پۀ ځاے به پۀ يوه ګزاره کوئ او بل يو وزير د اوړو بحران داسې جسټيفائي کوي چې نومبر او دسمبر کښې ډېره ډوډۍ خوړلې شي نو ځکه د راشن کمے راغلو. ‘اېنيمل فارم’ کښې د انقلاب نه پس به چې غواګانو چې پۀ تالاو کښې به اوبۀ څښکلې، داسې اظهار کولو،”د کامرېډ نپولين پۀ ژوند دې برکت وي، دې اوبو ته دې خيال دے څومره پاکې، رڼې او مزه ناکې دي”. او دلته يوه وزيره صاحبه وائي چې د کله نه پي ټي اٰئي حکومت راغلے او زۀ د ماحولياتو وزيره شوې يم نو بارانونه ډېر شوي دي. د زلزلې پۀ وخت بلې وئيلي وو، “اصل کښې زمکه هم د ‘تبديلۍ’ جټکه زغملې نۀ شي”، يو وزير صاحب د روپۍ قدر پرېوتل او د ډالر قدر سېوا کېدل داسې جسټيفائي کوي چې “ډالر ګران ښۀ دے، ځکه چې ډېرې روپۍ ترې جوړېږي”. هېنډسم وزير اعظم وائي چې ‘ټي وي مۀ ګورئ’، ‘نوکري مۀ کوئ، دا صلاحيتونه خرابوي’ او ‘سکون قبر کښې دے’.”

    څنګه چې ‘اېنمل فارم’ کښې انقلاب د ځناورو ژوند تباه کړو، داسې د پي ټي اٰئي حکومت خلک د تباهۍ سره مخ کړل. د دې مثال د يو ډنډ دے چې بيمارۍ ترې خورېږې. يو ګنده سياسي ماحول پۀ وجود کښې راغے. سياست دې ځاے ته را ورسېدو چې يوتهيان وائي کۀ پټرول پۀ زر روپۍ ليټر هم شي نو ووټ به عمران خان له ورکوو. بد تميزې، بد تهذيبي، بې سري پۀ وجود کښي راغله. کمال خو دا دے چې نۀ سخته نۀ فيلډ ورک، نۀ ښۀ او نۀ بد او پي ټي اٰئي واله حکمرنان شول!!! ‘سکوير’ (Squealer) چې يو خنزير ؤ، د نپولين او نورو خنزيرانو پۀ اړه وائي، “کامرېډانو! زما يقين دے چې پۀ تاسو کښې به هر يو ځناور د کامرېډ نپولين قربانۍ او پۀ ځان د زياتي پېټي اچولو روغه راستي ستائي. کامرېډانو! دا خيال مو را نۀ شي چې ليډرشپ او مشري خو مزې وي، بلکې حقيقت دا دے چې دا خو ډېره درنه ذمه واري او سر خوږے وي.” او دلته امردِ جواد چاچا وائي چې مونږ ډېر د محنت نه پس دې مقام ته را رسېدلي يو. دلته د هغه خاص محنت ذکر نۀ کوم چې د رېحام خان پۀ حواله ئې خلک ذکر کوي خو دومره تپوس پۀ کار دے چې مراد سعيد صاحبه! ستا لا عمر څۀ دے؟ تا کوم جېلونه خوړلي؟ تا کوم فيلډ ورک کړے چې نن دې مقام ته را ورسېدې؟

    ځينې خلکو بې طلبه منزل بيا موند مونږ د خداے دې قدرتونو ته حېران يو

    هغه ‘اېنمل فارم’ دے – هلته ‘نپولين’ تقرير کوي او وږي ځناور ور باندې مړوي؛ دا ‘نيازي لېنډ’ دے – دلته هېنډسم وزير اعظم تقرير کوي چې د هر مرض علاج دے. هلته ‘نپولين’ خپل تېر احکامات نۀ ګوري، دلته وزير اعظم خپل زاړۀ تقريرونه نۀ اوري. هلته د ګډو يوه جمله زده ده چې “چارپايه زنده باد” او “دو پايه مرده باد”، او دلته يوتهيان وائي “نواز شريف چور هے” او دغه رنګ يوتهي سره سياسي بحث کول ټرېکټر کښې موسقي اورېدل دي. هلته د ځناورو د انقلاب نه پس حالت د تېر وخت نه هم خراب شي او دلته ګراني يو پۀ شله سېوا شوه او د اېمنسټي انټرنېشل مطابق د تېرو حکومتونو نه حالات ډېر خراب شوي او کرپشن سېوا شوے. هلته د خنزيرانو کرپشن سېوا شي، د دوي پۀ راشن کښې هېڅ قسمه کمے نۀ راځي او خپل راشن د ځنارو د راشن نه پوره کوي او دلته د اتيا فيصده ‘بوټانو’ پۀ بجټ کښې کمے نۀ راځي او د نيازي تنخوا د دوه لکهو نه لسو لکهو ته رسي – ګويا some animals are more equal او دغه رنګ د کرپشن تعويز فقط سياسي ليډرانو ته پۀ غاړه کېږي. هلته د فارم پۀ خاطر د ځناورو نه هر قسمه قرباني اخستلې کېږي او دلته نيازي پۀ سخته کښې ښکېل اولس ته وائي، “آپ نے گهبرانا نهين”. هلته ‘نپولين’ د انسانانو سره روزګار شروع کړي او د فارم سودا پرې خرڅه کړي او دلته وزير اعظم صاحب چې وئيل به ئې “خود کشي به وکړم خو قرض به وانۀ خلم”، پۀ کروړونو ډالره قرضې واخلي نو وائي “زبردست پېکج ملا هے”. هلته هم ډېر ځناور د نپولين د لاسه مړۀ شي او دلته هغه وزير اعظم چې پۀ پارلېمنټ ئې حمله کړې وه او هر اٰئين او دستور ئې مات کړے ؤ، پۀ مولانا فضل رحمان د ارټيکل شپږم د لاندې مقدمه چلول غواړي )حال دا چې پۀ کوم فوجي ډکټېټر جنرل مشرف د ارټيکل شپږم سزا اورولې شوې ده، د هغې سزا خلاف پۀ خپله يو ‌ذيلي عدالت کښې د ‘عدالتِ عظمٰي’ خلاف فريق جوړېږي(. هلته هم خنزيران د شرابو پۀ څښکلو شروع واچوي او فارم د نشيانو او عياشو پۀ لاس کښېوځي او دلته هم چې وزير اعظم د نشې ټيکه ولګوي نو د اسپتال نرسانې ورته حورې ښکاري او پۀ کوم خېبر کښې چې سکولونه ړنګ پراتۀ دي، هلته د چرسو کارخانې لګوي. پۀ اخره کښې خبره لنګر خانو ته ورسېده او سکون قبر کښې دريافت شو.

    خدايه مرګ راولې ما واخلې

    پۀ بې وفا مې سترګې لګي زړۀ مې چوينه

    ‘اېنيمل فارم’ نن سبا ډېر زېرِ بحث دے. تېره ورځ شاهد خاقان عباسي پۀ اسمبلۍ کښې حکومتي پارټۍ ته د ‘اېنيمل فارم’ د لوستلو مشوره ورکړه چې د پي ټي اٰئي حکومت سره مماثلت خوري. يو بل کس جېسن راے خپل يو ټويټ کښې وائي، زما زوي سحر د ناشتې پۀ وخت ‘اېنيمل فارم’ لوستلو چې ما ترې تپوس وکړو چې څۀ قصه پۀ کښې روانه ده؟ نو وئيل ئې، خنزيران ټول واک او اختيار لاس کښې واخلي او نور ځناور لکه زمونږ تشه تماشه کوي”. يو بل کس امار مسعود د ناول تلخيص داسې کوي چې، خنزيران د خپلو ساتلو خونړو سپو پۀ مرسته او پۀ وېرولو سره پۀ ځناورو حکومت کوي، د دوي پۀ امدن او ګټه قبضه کوي او بيا ځان د نورو ځناورو نه برتر ګڼل شروع کړي.

    * د ناول پس منظر کښې خبره کوو: ‘اېنيمل فارم’ او ‘پاکستان’ کښې بنيادي فرق دا دے چې عمران خان در اصل ‘نپولين’ نۀ دے، عمران خان کے پيچهے نپولين دے. عمران د سپو او خنزيرانو “جمهوري مخ” دے. څومره جمهوري دے، سابقه سي جے ثاقب نثار ته ئې هم پته ده.

     

  • سرمايه دارانه تهذيب او “اېډيپس کمپلکس” (اېډيپس رېکس) – فېـصل فاران

    اسطوره اوس پښتو ادب کښې نننوتلې ده. نوې شاعرۍ کښې د دې تر ټولو ستر او بشپړ نخښانکښ عبدالرحيم مجذوب دے چې اسطوره ئې د خپلې شاعرۍ يوه نۀ شکېدونکې برخه ګرځولې ده. د نثر پۀ لړ کښې د اسطورو د ژباړې روايت لا پر مخ روان دے – د ‘اېډيپس رېکس’ ژباړه يو بل ډاډمن ګام دے. شعېب خان خټک د داد وړ دے چې دغه غميزه ئې پۀ پښتو اړولې او يوولس نندارو کښې رانغښتلې چاپ کړې ده. پۀ دغه چاپ کتاب زئينږ د فاران ليکلې سريزه لوستونکو ته وړاندې کوو.

    بنيادي توګه باندې ډرامه د لوستلو نۀ، پۀ سټېج باندې د تماش بينو مخې ته د وړاندې کولو صنف دے؛ ځکه د يوې ډرامې ښۀ کَره کتونکے لوستونکے نۀ، هغه تماشبين کېدے شي د چا پۀ باب له چې مونږ پښتانۀ پخوا نه متل کوو چې “تماشبين د نخښې منځ وولي.”

    پښتانۀ لۀ وخته د مېلو ټهېلو شوقيان را روان دي او پۀ دې حواله څومره څۀ متلونه کوي لکه “د کلي ورک ښار کښې موندلے شي”، ځکه چې ښار کښې هر وخت ګڼه ګونه، خوند رنګ او تماشه ننداره وي. تماشه چې د ډرامې يو صورت دے – هم دغسې د مېلو تهېلو هلک ته د “مېلې هلک” وئيلے کېږي چې کور نه بهر خوشحاله وي. دغه د مېلو ټهېلو شوق او مشغله د پخوا راهسې پۀ پښتونخوا لر و بر کښې شتون لري. دې مېلو کښې د مداري تماشې، د چاربېت مارو شاعرانو د شاعرۍ، دغسې د خانانو خپلوحجرو کښې د چاربېت مارو شاعرانو ساتل، د شپې تر ناوخته د قصه مارو قيصې او بدلې کول او د ټنګ ټکورمېلسونه؛ دا هر څۀ هم د ناټک قسمونه وو. دغسې ودونو ښادو کښې د بهانډانو، کنجريانو، ډمانو راتګ، د پېښور قصه خوانۍ، د کابل کوچۀ سادوهه چې د قصو د پاره شهرت لري يا بره پښتونخواکښې ښادو ته د داسې فنکارانو راتګ چې سندرې سره به ئې باقاعده اداکاري هم کوله؛ دا ټول هر څۀ مونږ ناټک سره تړلي وينو. ناټک هسې هم ‘ناټ’ نه دے او ناټ ‘ګډا او پېښې’ کولو ته هم وئيلے کېږي او ‘ناټک’ کهيل تماشې او ډرامې ته وائي.

    سوسس ټراټِس هم داسې يو يوناني نقلچي ؤ چې د هغۀ پېښې به پۀ نثر کښې ليکلې کېدې. دغه ليکلي نقلونه وو چې افلاطون ترې د خپل کتاب “ډائيلاګ” د ليک ترتيب زده کړے ؤ.

    د تېرې صدۍ پېل کښې د کندهار دوه نوموتې ناټکډلې د ‘فراموز’ او ‘حاجي کريم’ وې چې بازارونو کښې به ئې د شپې ناټکونه کول. 1920ز کښې مولوي حسېن اورمړ د ‘نمائشات عرفاني’ پۀ نامه تهېټر کمپني جوړه کړه او لمړۍ سټېج ډرامه “سردار جزيره جاوا” ئې جلال اباد کوکب باغ کښې او بيا 1922ز لغمان قلعه سراج کښې وړاندې کړه. ډرامه ليکونکو او ژباړونکو کښې فېض احمد ذکريا، صلاح الدين سلجوقي، حسن سليمي، علي افندي، ضيا‌ء همايون او حافظ نور محمد مشهور دي.

    پښتونخوا کښې هم د تېرې صدۍ پېل 1904ز خواوشا ‘الفرېډ تهېټريکل کمپنۍ’ او نوټنکيانو خپلې هلې ځلې کولې چې پرتهوي راج، ګلزار خان، جُنېت )دامجدخان پلار(، ضياء سرحدي )د خيام سرحدي پلار(، ګل حميد د نوښار )د هندي سنېما تر ټولو وجيه منلے شوے هيرو(‘ رفيق غزنوي )د منټو د ‘گنجے فرشتے’ تر ټولو خوبرو او ذهين کردار د سلمٰي اٰغا نيکۀ( غوندې فنکاران هم دغه ځايونو نه را منځ ته شوي وو. پۀ کال 1906ز فضل علي شاه پېښور کښې د تهېټر ابتداء کړې وه.

    پښتو ته لمړۍ ژباړه شوې ډرامه د امانت لکهنوي ډرامه ‘اندر سبها’ ده. دا ډرامه 1851ز کښې ليکلې شوې وه او جنوري 1854ز کښې وړاندې کړې شوې وه. دا د هندۍ ژبې هم دوېمه ډرامه ده. لمړۍ دريځه ډرامه “راجا ګوپي چند” پۀ شپږ ويشتم نومبر 1853ز کښې شوې وه. دا ډرامې د هندوانو د اساطيرو نه اخذ وې. د دې ډرامو د مقبوليت پۀ وجه پارسي سېهټانو پۀ تهېټر سرمايه ولګوله او ايراني اساطيري روايات هم د ډرامې برخه شوه چې اغا حشر کاشميري د دغه روايت نوموړے خو سطحي ډرامه ليکونکے ؤ. پادري خېرالله د نوښار خپل لغت د ‘خېر اللغات’ سريزه کښې د ‘اندرسبها’ د ترجمې ذکر کړے دے. دا ډول منظومه ډرامې به منظوم ناټکونه او مثنوي نما وې. زوړ صورت هم د مثنوي پۀ صورت پښتو فارسي روايت دے چې پښتو کښې ورته بدله / داستان وئيل کېده. 1911ز کښې ‘بمبۍ تهېټريکل کمپني’ پېښور ته راغله او يوه مياشت کښې ئې پينځلس ډرامې وړاندې کړې چې د دې نه د پښتو ډرامې سره د شوق اندازه کېدې شي. دې پسې د دېوي رتي بهجن او د سيد شاه غافل افغان او اسلاميه کالج او اېډورډز کالج ډرامېټک کلبونو ډرامې ته دوام ورکړے.

    د ناټک او ډرامې تر منځ تړون پخوا نه دومره نزدې ؤ چې کله د سنسکرت ډرامه چې غوره او منلے صورت ئې ‘شکنتلا’ دے، لۀ معياره پرېوتے نو بازاري صورت ئې ‘سوانګ’ )پېښې کول، نقل ويستل( او ‘بهروپ’ )بهېس بدلول( جوړ شو او چې د اودهـ د دلبار رنګ ليانې انډوخرې ورسره شوې نو ‘رهس’ ترې جوړ شو. رهس نخرې پېښې، مسخر توب او يو ډول ګډا ته هم وائي چې د کرشن او د هغۀ د ګجرانو معشوقو د رهس او انډوخرو پېښې وې.

    پښتونخوا لر و بر کښې هم دغسې ډرامه، ناټک، سوانګ، بهروپ خپله کښې ګډ وډ ؤ او دا يو د خوند رنګ نه ډک د اداکارئ عمل ؤ؛ تر دې چې خدائي خدمتګار تحريک لمړي ځل ډرامه د مقصد، مطلب او د نظرياتي مرام لار وګرځوله چې ابتداء ئې د عبدالاکبر خان د ډرامې ‘درې يتيمان’ ]تعليم جديد تهذيب جديد[ 1927/28ز نه کېږي. دا ډرامه دومره مشهوره شوې وه چې سر صاحبزاده عبدالقيوم خان ئې د ليدلو خصوصي غوښتنه کړې وه او کتلې ئې وه.

    خدائي خدمتګار ډرامې دومره اغېز مندې وې چې دا انګرېز سرکار ضبط کولې. د امير نواز جليا ډرامه ‘درد’ 1930)ز( هم دغه ضبط شوو ډرامو کښې شامله وه چې اتيا کاله پس ډاکټر خالد خان خټک بيا لندن ارکائيوز کښې ومونده. دغه اصلاحي ډرامې بيا وروستو مکمل تحريکي ډرامې شوې. عبدالاکبرخان، عبدالخالق خليق، فضل رحيم ساقي او فضل کريم د پبو د دغه ډرامو نوموتي ليکوالان دي. د دغه ډرامو وروستۍ کړۍ د عبدالاکبر خان اکبر ډرامه ‘کاروان’ د نېپ (NAP) پۀ يومِ تأسيس ليکلې شوې وه. د دې ډرامو اداکارانو کښې احمد کاکا، ولي خان، غني خان، عبدالحنان بجلي، همېش خليل او ماسټر عبدالکريم شامل دي.

    خدائي خدمتګار تهېټر ځکه وَده و نۀ موندله چې د انګرېز سرکار د جبروتشدد ښکار شوه ګنې نن بۀ د پښتو ډرامه هم يو بل صورت کښې د فرانس او امريکائي ډرامې سره نزدې وه، ځکه چې ډرامې د پاره يوه ائيډيالوژي د اکسيجن کار کوي لکه د زړې يوناني ډرامې شاليد کښې د تقدير پرستۍ عقيده او جديد تهېټر ته د وجوديت د فلسفې مرسته د دې ښکاره بېلګې دي. ښکاره ده کۀ سل کاله دغه تهېټر پاتې شوے ؤ نو نن به پښتو ډرامه د فن او فکر پۀ حواله يو زړۀ پورې معيار ته رسېدلې وه. د خدائي خدمتګار تحريک تهېټر نه انګرېز سرکار دومره وسوسه کښې ؤ چې اول د سر صاحبزاده عبدالقيوم خان خپله دغه ډرامه کتلو غوښتنه او دې د پاره شهي باغ ته راتګ او بيا بندېزونه او ورپسې د مخنيوي د پاره پۀ پېښور رېډيو کښې ډرامې ته خصوصي پاملرنه چې هغې د پاره د لمړۍ رېډيائي ډرامې ‘د وينو جام’ پلاټ هم انګرېز ګورنر خپله اسلم خټک ته ورکوي؛ هغه ئې پۀ يو رېډيو ملازم عبدالکريم مظلوم باندې ليکي او بيا ئې پۀ خپلې نامه وړاندې کوي. عبدالکريم مظلوم چې اوس اوس ئې محترم ډاکټر همايون هما د ډرامو ټولګه ‘څهرې’ خپره کړې، د چارسدې د خدائي خدمتګارانو خلاف کاروايانو کښې ئې د انګرېز سرکار سره پوره پوره مرسته کوله. اسلم خټک او عبدالکريم مظلوم نه پس پښتو ډرامه مکمله توګه باندې د مسلم ليګيانو، سرکاري ليکوالانو يا د بې نظريې ليکوالانو لاس ته پۀ رياستي مرسته ورغله. سرکاري رېډيو او ټي وي سره وابسته ليکوالان هم د دغه رياستي مرستې پۀ اسره نن هم سماجي موضوعات چېړي، د کتونکي کتهارسس کوي خو کتونکي ته د بدلون د پاره يوه اجتماعي نظريه نۀ ورکوي. دا ټول عمل د رياست لۀ خوا د ميډيا د کنټرول نتيجه ده. شايد تاريخي جبر به دا وي چې وروستو د عبدالکريم مظلوم زوے مترقي قام پال ليکوال نثار مظلوم )د اسلم خټک اوښے( هم د رېډيو نه د قاميت پۀ حواله د بهټو وخت کښې اشرف مفتون سره وتلے ؤ.

    يوناني کلاسيکي ډرامې پۀ نړيوال ادب کښې تلپاتې ارزښت لري. هم دغه غميزه ډرامو شاليد کښې ارسطو خپل تنقيدي کتاب پوئِټِکس(Poetics) )پوئيټيکا/بوطيقا( ليکلے چې د تنقيد لمړے باضابطه کتاب هم دے. د يوناني ډرامو غميزه د تقدير پرستۍ نه را ولاړېږي او د دې شاليد کښې د يونان، ايران او اېتهنز سپارټا تر منځه د شخړو او جنګونو نه راوتلې لرغونې ټولنه او نفسيات دي. ښکاره ده چې داسې جنګرېز او خونړي شاليد نه د زورورې غميزه ډرامې طمع کېدې شي او دې شاليد کښې پروت اتل هم يو غېر معمولي مهم جو او سرباز کېدے شي. دغه سرباز چې د تقدير ښکار کېږي نو دې ځاے تقدير د يو جابر پۀ صورت رامنځ ته شي، ځکه ځينې ډرامو کښې خو تقدير باقاعده متشخص کردار لري، پۀ سټېج موجود وي او قسمت ځپلي کردار پورې خندا کوي. يوناني غميزه ليکونکو کښې يوريپېډيز د دې مافوق الفطرت توکي نه خپلو ډرامو کښې خاصه مرسته اخلي او هر چرته چې سخته پېښېږي نو هغه پۀ مافوق الفطري توکي باندې هواروي. دغه توکے فارسي او پښتو داستانونو، قصو او مثنويانو کښې پۀ څۀ نه څۀ شکل موندلے کېږي؛ لکه د زمري نُوکه، د جوګي، د مۍ مارغۀ، پينځۀ پيران پېښېدل او دغسې نور – وروستۍ ډرامو کښې د تقدير ځاے اتفاقيه پېښې نيولے دے. دغسې دې ډرامو کښې مافوق الفطرت کردارونه هم شتون لري چې تر ويليم شېکسپئير (William Shakespeare) پورې راغلے ‘هېملټ’ (Hamlet) کښې د مافوق الفطرت ګهوسټ دا غږ کول چې “د هېملټ د پلار وژونکے د دۀ نزدې څوک خپلوان دے” – دا هم داسې لکه د اېتهنز د ‘ډېلفي’ د کاهنې (Oracle of Delhpi) پېشګوئي يا د زبرګ رسېدلي ټائريسئس (Tiresias) د غېب بينۍ لړۍ ده. وجودي تهېټر کښې “وېټنګ فور ګوډټ” (Waiting for Godot) بيا البته د راتلونکي اوتار يا مهدي پۀ غېر عقلي تصور باندې طنز دے.

    اېډيپس دي کنګ (King Oedipus) د سوفوکليز (Sophocles) بې مثله ډرامه ده. سوفوکليز ډرامه ليکونکے، سندرغاړے، قومندان او سياستمدار ؤ چې د سلو نه زياتې ډرامې ئې ليکلي خو ضائع شوې دي. پاتې ډرامو کښې څلور ډرامې انټيګان (Antigone)، اېډيپس (Oedipus)، ټيرئيس (Tereus)، فلوکټيئس (Philoctetes) منلې شوې ډرامې دي. فلوکټيئس ډرامه کښې د ‘ټروے’ (Troy) د چپاو د اتل د فلوکټے غميزه ده چې مار چيچلے ؤ او لس کاله د زخم ناسور نه کړېدلو. لس کاله پس چې پرهر ئې جوړ شو او جنګ کښې شامل شو نو شهزاده پېرس (Paris) ئې ووژلو. پۀ فلوکټے يوريپپېډيز هم غميزه ليکلي ده.

    د انټيګان (Antigone) پۀ نامه څو ډرامې ليکلې شوې دي. اينټيګان د اېډيپس لور د هغۀ د مرګ نه پس تهيبز (Thebes) ته واپس راغله او د خپل ترۀ کريئون (Creon) د حکم پۀ نۀ منلو ژوندۍ ښخه کړې شوه. د هغې چنغول او د کريئون زوي هيمن (Haemon) هم د هغې پۀ څلي ځان ووژلو.

    د ټيريئس (Tereus) غميزه کښې د تارس (Thrace) بادشاه ټيريئس د خپلې خښينې فلومېلا (Philomila) عزت واخلي او بيا ئې ژبه پرې کړي. هغه خپله غميزه پۀ يو زړوکي وليکي او خپلې خور پروکنے (Procne) ته ئې ولېږي، پروکنے زوے ووژني او د هغۀ پلار ټيريئس باندي ناخطايۍ کښې د هغۀ غوښې وخوري. ټيريئس بيا دواړه ښځې وژني خو دېوتاګان د هغۀ نه باز، فلامېلا نه بلبله او پروکنے نه مرغابۍ جوړه کړي. دې ډرامه کښې هم يو سرباز خپل تقدير سره پۀ جنګ دے. دا يوه غميزه ډرامه ده.

    د تلوسې درې ډوله وي: وړومبني ډول کښې لوستونکي ته د ډرامې پاې هېڅ معلومه نۀ وي. دا ډول جاسوسي ناولونو کښې خاص جُز وي بلکې د جاسوسي فکشن بنياد پۀ دغه تلوسه وي. اګاتها کرسټي (Agatha Christie)، مکي سپلين (Mickey Spillane)، اے اے فيئر (A.A.Fair [E. Stanely Gardner]) او جېمز هېډلے چېز (James Hadley Chase) ناولونه د دې تلوسې غوره نمونې دي. غميزه ډرامو کښې د تلوسې دوېم او درېم ډول زياتره پکارولے کېږي. اېډيپس کښې درېم ډول تلوسه ده، يعني د پاې پوره اندازه ده چې اخر کښې بۀ څۀ کېږي خو منځ کښې دوېم ډول تلوسه هم ډرامه ليکونکے زېږوي، يعني د ايهام نه کار اخلي چې کله هغه د بادشاه د وژونکي شناخت ځنډَوي. دغې فنکارانه کمال دې ډرامه کښې پوره تلوسه زېږولې ده او دا ټوِسټ پاې ته قصه پۀ اسانه نۀ پرېږدي. دا ټوِسټ د شناخت اِبهام نه پېدا کېږي.

    يونان ته د تقدير پرستۍ تصور د کرېټ (Crates) جزيرې او يا شايد د ټروے (Troy) ښار نه راغلے او دلته دا د بابل ښار د سِتاره پرستۍ د اغېزې د جبريت شاخسانه وه. يونان کښې دا بنيادي عقيده وګرځېده خو د يونانيانو سربازانه ژوند چې اندازه ئې د ګلېډي اېټرز (Gladiator) نه کېدې شي. د مرګ سره هم تتي او کبډي ته هغوي چمتو وساتل او د هندوانو غوندې د شګون د توهم پۀ بنياد ئې لاس پښې غورځول زده کړي نۀ وو. لکه يو زخمي ژوبل ګلېډي اېټر چې زورور دښمن يا زمري سره تر وروستۍ ساه پورې جنګېږي، دغسې د يونان سربازان هم تر اخره ژوند سره نښتي وي او ډانګ ډبلۍ نۀ غورځوي. اېډيپس هم داسې يو هيرو دے، خو هغه د خپلې خطا سزا ځان له ورکول ځکه نۀ هېروي چې دا خبره د هغه وخت د اخلاقيات او د يو سرباز د شان خلاف ده چې هغه دې مور سره پۀ زنا او د پلار پۀ وژنه چپ پاتې شي. دغه ډول اخلاقيات نورو ډرامو کښې هم موندلے کېږي چې د هغې لۀ مخه کردارونه سخته پرېکړه کوي؛ لکه د الکيمئون (Alcmeon) غميزه کښې د ‘الکيمئون’ خپله مور اريفايل(Eriphyle) د خپل پلار د وژنې کسات کښې وژل، د تيوډکټيز (Theodectas)ناوياته ډرامه ټايډيوز (Tydeus) کښې چې کله ټايډيوز د خپل دښمن ميلانيپس (Melanippus)وژنې نه پس د هغۀ ککرۍ ماته کړي او مازغۀ ئې وڅټي نو د عقل خدائګوټې اېتهينا (Athena) چې هغۀ ته ئې مخکښې تلپاتې ژوند ورکړے ؤ، هغه بيا خپله پۀ مرګ وسپاري او دا د يو باتور د مرګ نه پس د بې حرمتۍ او بې عقلۍ سزا وه.

    اريا قامونو د يو بهادر دښمن مرګ نه پس بې حرمتي کول لويه ګناه منله، ځکه چې دوي د رڼائيزه بهشت تصور د جنګ د ډاګ مېړانې او وژنې سره تړون لرلو او بزدلۍ سره ئې د تيارۀ تاترین دوزخ مذهبي تصور وابسته ؤ. پښتنو کښې تر اوسه د مېړانې دا تصور دے. خوشال خټک هم د تلتک پوزي مرګ يو شعر کښې سپېرۀ بللے دے. د سوفوکليز غميزه ټائريس کښې د خښينې عزت اخستلو باندې پۀ ټائريس باچا د هغۀ خپله ښځه د انتقام لۀ تاوه د زوي غوښې وخوري؛ يعني داسې ښکاري چې د اخلاقياتو سخت تصورات او د تقدير عقيده دې ډرامو کښې خپلو کښې يو کېږي. اګر کۀ دې کښې ټول دخل د تقدير وي خو اتل د دې جبريت پۀ بې خبرۍ ځپلے شوے وي، پۀ نسبت د اوسنۍ ډرامې د اتل چې هغه پۀ پوره باخبرۍ باندې او شعور سره هغه ناکړدې کوي او دې د پاره جواز هم لري. شايد د اوسنۍ زمانې د سرمايه دارانه تهذيب د نيم شيطاني بنيادم چې محض د جبلت د غوښتنو تر حده پورې ژوند کوي، د اوسنے زمانې د ډرامې اتل هم نيم شېطان دے. د ارسطو د وېنا تر مخه خو د ډرامې اتل نۀ پوره شېطان دے او نۀ پوره فرښته، ګنې ډرامه به کاميابه نۀ وي.

    اېډيپس پۀ دې هم ادب کښې منلې شوې ډرامه ده چې دې نه سېګمنډ فرائيډ (Sigmund Freud) د ‘ايډيپس کمپلېکس’ اصطلاح اخستي ده. ‘اېډيپس کمپلکس’ (Oedipus Complex) هغه نفسياتي غوټې ته وئيلے کېږي چې د هغې لۀ مخه يو ماشوم وړوکوالي کښې خپلې مور سره شهواني رغبت لري، پلار ته د رقيب پۀ صورت ګوري او د وژنې غېر شعوري خواهش ئې لري. خو سېګمنډ فرائيډ دې ته پاملرنه نۀ کوي چې يو خو د ايډيپس زېږون سره سم هغه ماڼۍ نه لرې ولېږلے شو او هغه بل ځائے کښې پردي مور پلار سره لوے شو؛ دې صورت کښې د هغۀ خپل پلار لايوس (Laius) سره د دغه ډول شهواني رقابت سوال لۀ سره ځاے نۀ مومي. بايد دغه رقابت د هغۀ د مېرې مور ميروپ (Merope) پۀ حواله د مېره پلار پوليبس (Polybus) سره ؤ خو شايد دلته هم د بې خبرۍ دا حالت سېګمنډ فرائيډ د غېر شعوري حالت د پاره موزون منلے دے!!!

    د اېډيپس کمليکس پۀ اپوټه فرائيډ د ‘نېګېټيو اېډيپس کمپلکس’ اصطلاح د جينۍ د پلار سره غېر شعوري شهواني مينې د پاره پکاروله خو کارل ګسټاف ژونګ (Carl Gustav Jung) د دې د پاره ‘الېکټرا کمپلکس’ (Electra) اصطلاح پکاروله چې فرائيډ ورسره پۀ يوه خولۀ نۀ ؤ. د الېکټرا کمپلکس اصطلاح هغۀ د هومر (Homer) د اوډيسي (Odyssey) د يوې پېښې نه اخذ کړي. پۀ ټراے د يرغل د لښکرونو مشر اګامېنن بادشاه (Agamemnon) او دهغه کورنۍ الېکټرا (Electra)، پوليډس (Polidus)، اورسټس (Orestes)، باندې يوريپېډيز (Euripides) او اېسکلس (Aeschylus) هم ډرامې ليکلې دي. هلته د ارګوس (Argos) د بادشاه اګاميمنن راڼۍ کلائمنسرا (Clytemnestra) هغه د خپل اشنا اګاسټس (Aegisthus) پۀ مرسته ووژني او هغه بيا بادشاه کړي. د وژل شوي بادشاه لور شهزادګۍ الېکټرا (Electra) د خپل ورور اوريسټس (Orestes) سره پۀ ګډه خپله مور او د هغې اشنا ووژني. د کارل ژونګ لۀ مخه د ‘الېکټرا کمپلکس’ نه مطلب د ماشومې د درې کالو نه شپږو کالو پورې پلار سره غېر شعوري مينه او مور نه کرکه او دا سوچ وي چې زۀ مور د سوخۍ نه خلاصه کړې يم. د اوډيسي د دې قصۍ چې پۀ بنياد ژان پال سارتر (Jean-Paul Sartre) هم خپله ډرامه ‘فلائيز’ (The Flies) ليکلې ده چې پکښې د يو ښار اولس د خپل بادشاه پۀ وژنه پۀ چپ خولۀ ګنډلې وي خو بيا هر وخت ئې پۀ سرونو باندې مچان بڼېږي. دا مچان بيااستعارتاً اصل کښې د دوي ضميرونه وي چې شور کوي. اخر اولس د مچانو د دې شور نه تنګ شي او راپاڅي او راڼۍ او راجا ووژني او مچان هم ورک شي – يعني د اېډيپس کمپليکس اغېزه د صديو نه پۀ څۀ نه څۀ صورت ادب کښې را روانه ده. د ويليم شېکسپئير د ډرامې ‘هېملټ’ نفسياتي توکنه هم د فرائيډ يو برطانوي شاګرد ډاکټر ايرنسټ جونز (Alfred Ernest Jones) خپل کتاب “هېملټ اېنډ اېډيپس” (Hamlet and Oedipus) کښې هم د اېډيپس کمپليکس پۀ شاليد کښې کړې ده. د دې توکنې لۀ مخه وړوکوالي کښې هېملټ زورلے شوے ژوندکړے ؤ، د پلار د مرګ ارمان ئې لرلو چې د ترسمن ترۀ کلاډيئس (Claudius) پۀ ليدو ئې دا ارمان را وپارېږي. د هغۀ او د معشوقې اوفيليا (Ophelia) مينه هم د خپلې مور خلاف د معشوقې د پکارونې مترادف وي. وړوکوالي نه د مور مينه کښې د پلار شراکت هغې د پاره کشاله وي ځکه ئې پوره کردار پوره مضبوط جوړ نۀ شي او مذبذبه پاتې شي.

    هېملټ د شېکسپئير زښته ژوره ډرامه منلې شوې ده او د دې بنيادي کردار ‘هېملټ’ ته د انګرېزي ادب ‘موناليزا’ وئيل کېده، ځکه چې دا کردار د موناليزا (Monaliza) د مسکان غوندې پېچلے او لۀ غلډوبۍ ډک دے او روايتي ادبي تنقيد ئې سپيناوے نۀ شو کولے خو ارنس جونز ئې نفسياتي توکنه کښې بشړه رڼاوے کوي. د هېملټ د کردار کږلېچ انتها د خپل پلار د وژونکي نه کسات اخستلو کښې لم لېټ او اخوا دېخوا کول دي. د يوې پرېکړې داسې کمزورتيا ته نفسياتي اصطلاح کښې ‘ابوليا’ (Abulia) وئيلے کېږي. ‘بوليا’ يونانۍ ژبه کښې ‘خواهش’ ته وائي او ابوليا ‘نۀ زړۀ’، ‘نۀ غوښته’ او ‘ناخوالي’ ته وئيلے کېږي. د دې ابوليا وجه ارنِس جونز ‘اېډيپس کمپلکس’ بيانوي او دې ډرامې دوېم ورژن ليکلو وخت کښې د ويليم شېکسپئير د ژوند نقش و نګار هم انځور شوي ويني چې کله هغۀ سره د هغۀ معشوقې مېري فټن(Mary Fitton) بې وفائي او د هغۀ ملګري نا ځوانه وکړه؛ يعني دې دواړو خپلو کښې دانه واخستله او هغه ئې پۀ ډاګه پرېښودو. شېکسپئير خپل ملګري ته خو بخښنه وکړه خو معشوقه ئې ؤ نۀ بخښله. ډرامه کښې راڼۍ ګرټ رډ (Gertrude) د مېري فټن عکس ښکاري خو دا اصل کښې د شېکسپئير د خپلې مور د عکس سايه ده؛ يعني دوه کردارونه پکښې غاړه غټۍ شوي دي. د دې ډرامې نامه هم د شېکسپيئر د يوولس کلن مړ زوي همينټ (Hamnet) سره سمون خوري. هم پۀ دغه کال د هغۀ پالونکي دوه خواخوږي نوابان هم کروکور شوي وو؛ يو وژلے او بل بنديوانه شوے ؤ. هم دغه ورځو کښې ئې پلار هم مړ شوے ؤ. دغه ټولې پېښې د ډرامې دوېم ورژن باندې اغېزي کوي او نفسياتي طور باندې دا ډرامه پېچيده کوي. هېملټ يوه زړه قصه وه. ياده دې وي چې د شېکسپئير د ډرامو پلاټونه کردارونه زياتره هم زاړۀ دي. څومره پورې چې د هېملټ د کردار د پېچلتوب خبره او د ابوليا نکته ده، زما پۀ خيال دې سپيناوي د پاره د اېډيپس کمپلکس پۀ ځاے د پلار د وژونکي کردار ته پاملرنه پکار وه، ځکه چې دا وژونکے د هېملټ خپل ترۀ دے چې د پلار دوېم عکس وي او هېملټ غوندې مذبذب کردار د پاره چې پلار ئې هم بائيللے وي، د ترۀ وژنه نفسياتي ستونزه جوړېږي. ارنسټ ليکي چې د هغۀ لاشعور کښې د پلار وژنې خواهش وي نو ځکه هغه د پلار وژونکي نه کسات اخستلو کښې ريڅو ګيڅو کوي خو جواز کښې ئې البته خپل ګناهونه مخې مخې ته ځان ته کوي چې زۀ د کومې داسې ښۀ بنيادم يم او د ګهوسټ وائس کول هم دراصل د هغۀ د ضمير کشمکش دے چې ورته وائي چې د پلار قاتل دې نزدې خپل دے؛ يعني خبره هم دغه د نزدې رشتې د ترۀ ورارۀ ده – خو پۀ هر حال، دې سره د ارنسټ جونز نفسياتي تجزيې تاريخي او ادبي ارزښت نۀ کمېږي. خپل ځاني زۀ دې اصطلاح سره هم يوه خولۀ نۀ يم، زما پۀ اند د مور سره د ماشوم تړون جذباتي اړه باندې شهواني نۀ دے ولې دا د ژغورنې تړون دے. دغه تړون فطرت کښې هم د ځناورو او مارغانو تر منځه موجود دے. کۀ خبره د جبلت وي نو هلته فطرت کښې د جبلت غوښتنې زياتې څرګندې او ښکاره دي. ماشوم مور سره هر وخت تړلے ځکه وي چې مور ئې ضرورتونه پوره کوي نو کۀ مور له ئې هر څوک نزدې کېږي؛ کۀ خور وي، ورور وي يا پلار وي، هغه داسې ګڼي ګنې چې مور را نه اخلي او عموماً دوېم ماشوم خو کال دوه کښې کېږي نو بايد دغه کمپلکس د پلار پۀ ځاے دغه دوېمګړي ورور يا خور سره هم ؤ، ځکه چې مونږ ګورو چې د همځولو وروڼو خوېندو منځ کښې هر وخت تکرار او غوبل وي. يعني فرائيډ چې د تصادم او اختلاف کوم نفسيات د شهوانيت لۀ رويه پلار ته منتقل کوي، هغه نفسيات روزمره ژوند کښې د وروڼو خوېندو تر منځه هر وخت هره ورځ پۀ نظر راځي. د دې نفسياتو وده شوے صورت پښتنه ټولنه کښې د ‘تربورولۍ’ منلے شوے قبائلي تصور دے چې بنياد ئې هم هغه د شراکت دے چې د ميراتې کولو د دود تر حده رسېدلے ؤ؛ ځکه زۀ تربورولي هغه جذبه منمه چې فرائيډ ئې پۀ اېډيپس کمپلکس شهوانيت ته بوځي؛ ولې د دې شا ته د ملکيت جذبه ده. دلته يوه پوښتنه دا هم کېدې شي چې کۀ د اېډيپس پلار وژنه او د هېملټ د پلار وژونکي نه کسات اخستلو کښې لم لېټ کول د کمپلکس نتيجه ده نو د ارسطو ذکر کړې غميزه ‘الکېمئون’ کښې به د الکېمئون کردار ته به د کومې نفسياتي غوټې پۀ حواله ګورو چې هغۀ خپله مور اريفايل د خپل پلار بدل کښې وژلې وه چې هغې د يو قيمتي امېل پۀ بډه اخستو لالچ خپل مېړۀ د تهيبز جنګ ته لېږلے ؤ او هغه هلته وژلے شوے ؤ!!!

    پۀ دې حقله نفسيات پوهه الفرډ اېډلر (Alfred Edler) خپلو نفسياتو کښې زيات حقيقت خوښے دے. هغه د برترۍ او کمترۍ پۀ احساساتو خبره کوي او پايه ئې د طاقت د ادراک موندلو پۀ تصور باندې ودرېږي. دا حقيقت دے د ژوند ژغورنې د جبلت، انتها د واک موندنې طاقت دے نۀ چې شهواني لذت – بنيادي تېروتنه د وړوکتوب نه د فرائيډ د خپل بوډا پلار، ځوان ورور او د خپلې دوېمې ځوانې مور تر منځه د رشتو د ګډ وډ والي تصور دے لکه څنګه چې هغه ليکي چې د هغې لۀ مخه د هغۀ مشر ورور د هغۀ د ځوانې مور خاوند پکار ؤ، نۀ چې د هغۀ بوډا پلار دې د هغۀ د مور د هم غاړيتوب ملګرے وي. هم دغه ځاے د محرماتو پۀ حواله د هغۀ ذهن کښې د شهوانيت زڼے راننوتے ؤ او بياد خپلو ګڼو وروڼو خوېندو تر منځه د مور د مينې نه د محرومۍ او مور سره د بوډا پلار د څملاستو ليدنې نه پس وړوکتوب دا نفسيات هغۀ پاللي او وروستو ئې د اېډيپس کمپلکس دا اصطلاح دې تصور د پاره د سوفوکليز د ډرامې نه راوباسلې ده. سرمايه دارانه دانش کښې د تعيش لا محدوده لذت کوښي او صارفيت دا بوګس تصور يو خوا دا د انساني لاشعور مجبوري ګرځولې، شهوانيت ته ئې بنيادي اخلاقي بندېز مات کړے او بيا دا د ادب او نفسيات منلې اصطلاح ګرځېدلې ده. فرائيډ دا تېروتنه کوي چې يو خپل د ذاتي ژوند د وړوکوالي لاشعور پۀ هر بنيادم د نوغي پۀ توګه راتپي او بل خوا جنس لکه د لوږې تندې ناګزير حياتياتي جبلت مني او دې جبلت باندې حد نه زياته بهروسه کوي او عقل پوهې ته سوچ نۀ کوي چې د هغې لۀ کبله بنيادم د يو ‘جبلتي مماليه’ نه بنيادم جوړ شوے دے او دې ته هم سوچ نۀ کوي چې د خپلې خطا سزا اېډيپس ځان له ولې او څنګه ورکوي؟

    داسې ښکاري فرائيډ د شهوانيت پۀ حواله بيا وروستو مذهبي يهودي فکر ځپلے ‌‌‌ؤ چې د هغې لۀ مخه د لوط علېه السلام لوڼه پلار سره څملاستلې وې، داود علېه السلام خپل سر لښکر د ښځې د پاره وژلے ؤ، موسٰي علېه السلام جنسي توګه پوره نۀ ؤ او داسې نور خرافات چې زياتره موړ خېټې متمدنه تعيش ځپلې ټولنې ئې ښکار دي؛ ځکه هغه دا هم ليکي چې محرماتو سره پۀ جنسي مشق باندې بندېز د انساني ژوند ټولو نه لوے ناسور دے.

    د فرائيډ د دې ګيلې نه پس د ‘اېډيپس کمپلکس’ او د ‘الېکټرا کمپلکس’ اصطلاحات راوتي دي او پوره سرمايه دارانه تهذيب پرې ولاړ دے. د مدر پدر شهواني خپلواکۍ ګنده بهير دے چې ځناورو او ماشومانو نه واخله محرماتو پورې او هم جنسۍ نه ودغلومتيازو ځايونو څټلو پورې د هر جنسي فعل جواز پکښې موجود دے، ځکه چې د هغۀ شاګرد ويليم رائخ (William Reich) مطابق کۀ بدن جنسي طاقت ارګون (Orgone) بهېږي، جنسي بندېز سره بدن کښې د ارګون وېوز ګډوډي سره مخ کېږي نو انسان رنځورېږي، رائخ امريکي حکومت پۀ دې اورپک سوچ جېل ته واستولو خو دغه مفکورې د شهوانيت ګندګۍ نه د سرمايې پۀ زور د اربونو ډالرز پورن انډسټري سازه کړه. سرمايه دارانه دانش او سائنس د هومو سېکچول انډسټرۍ بچاو د پاره اوس خو همجنس پرستي هم د نفسياتو ناروغتيا د لړليک نه وباسلې شوه او دلبرل ازم يو مهم شق جنسي خپلواکۍ تصورکښې را دننه شوه. ممکنه ده څۀ وخت پس محرماتو او ماشومانو سره جنسي لوبې هم عادي جنسي رويه وګرځي!!! يو ځواب خو مترقي پوهاند ميلونسکي البته حياتياتي توګه باندې د فرائيډ کړے دے چې کۀ محرماتو سره جنسي رشتې باندې بندېز نۀ ؤ لګېدلے نو انساني ژوند به مخکښې نۀ تلو او نۀ به انساني ټولنه وجود کښې راتله.ددې تائيد سائنس پۀ جڼيټکس (genetics) کوي.

    زړۀ راښکون لرونکې ډرامه هغه وي چې پکښې تصادم پۀ فنکارانه توګه دوه اړخيزه وي، يعني دنننے تصادم او بهرنے تصادم – دې ډرامه کښې د تصادم دواړه حالتونه پۀ نظر راځي. اېډيپس بهر هم ځينې کردارونو سره پۀ تصادم دے او دننه هم ذهني توګه باندې د خپل کردار پۀ حواله د ذهني کشمکش ښکار دے. تصادم پۀ فنکارانه توګه بشپړټيا د پاره واقفيت سره د حقيقت هم محتاجه وي او حقيقت د پاره د واقعې ضمني او جزوي خبرې د وړو وړو شيانو بيان بې کچه مهم وي چې ژوند ته د ليکوال رسېدنه راښائي. اېډيپس کښې د دې بېخي خيال ساتلے شوے دے؛ لکه د بې سترګو کېدو نه پس د اېډيپس د ماڼۍ د بورجيو سره جنګېدل او خپلو وړو سره مينه او چغې سورې او د راڼۍ جوکاسټا (Jocasta) دا هڅې چې اېډيپس حقيقت ته و نۀ رسي او هر څۀ پۀ ځاے پاتې شي چې د يوې ښځې او مور د نفسياتو پوره پوره بيان دے چې راتلونکي طوفان نه وېرېږي. د جوکاسټا دا بيان د هغې پوره نفسياتي تحليل دے:

    “مونږ انسانان دا پۀ وېره وېره ژوند ولې کوو؟ چې زمونږ پۀ تقدير لاس بر نۀ دے او نۀ د راتلونکي وخت باره کښې څۀ پۀ باور سره وئيلے شو؛ بس ښه خبره دا ده چې ښۀ پۀ بې غمه خپل ژوند کوو او چې څۀ کېږي هغه بۀ هسې هم کېږي. نو ځکه تۀ هم د خپلې مور سره د وادۀ نه مۀ وېرېږه او پۀ دې خبره لږ غور وکړه چې څومره څومره خلق د خپلو مياندو سره د کور والي خوبونه ويني خو هغه کس بيا پۀ دې سوچونو کښې نۀ پرېوځي او نۀ دا خوب چا ته وائي. بس ښۀ پۀ ارام خپل ژوند کوي.”

    ‘اېډيپس’ کښې د کردارونو تشخص يواځې د کردار ډرامائي کړنو پورې نۀ پاتې کېږي، ولې هر کردار خپله مخصوصه لب و لهجه د ټاکلي نفسياتو لۀ مخه را منځ ته کوي.

    ‘اېډيپس’ ډرامه پۀ دې حواله هم د فن شاهکار دے چې دا يو خوا کۀ پۀ سټېج پۀ وړاندې کېدلو کښې يوه پوره ډرامه ده نو بل خوا دا د لوست د پاره هم د يوې کلوسټ ډرامې شرط پوره کوي. ‘کلوسټ'(Closet) ډرامه د لوست ډرامه وي، دا د سټېج ډرامه نۀ وي او لکه د ناول وي؛ لکه ‘د وينو جام’ ډرامه – بل خوا ځينې ډرامې داسې وي چې هغه پۀ سټېج باندې کاميابې ډرامې وي، تماشبين د ځان سره سم پۀ مخه اوړي خو تکنيکي لحاظ سره هم برابر نۀ وي او لوست د پاره هم د کار نۀ وي، لکه د اغا حشر کاشميري ډرامې چې سټېج د پاره د کار دي خو ادبي ارزښت ئې د سرې کاسيرې نۀ دے. ‘اېډيپس’ پۀ دواړو حوالو لۀ چاڼه وتلې ډرامه ده.

    بيا د ژباړن شعېب خان خټک کمال دا دے چې پۀ کومه ساده او سوچه خو د هر کردار د پاره مناسب لب و لهجه کښې دا ډرامه ئې پښتو ته راړولې ده، نو لکه د ژباړې هره فقره ئې پۀ خاص سوچ ليکلې وي او هر لفظ ته ئې خاص پام کړے وي. ځکه پښتو ژباړه کښې داسې پۀ ناپ تول برابر ژباړې زما لۀ نظره بېخي کمې کوزې تېرې شوې دي. خپله ما بلها نظمونه، د روميو جوليټ ډرامه او يو څو ناولونو لکه فرنچ ناول “دي سټرينجر”، جرمن ناول ‘سدارتهـ’ وغېره هم ژباړلي دي نو ما ته د ژباړې پۀ حواله څۀ نه څۀ اندازه شته چې دا اسان کار نۀ دے؛ خو شعېب خټک پۀ دې کښې برے وړے دے. د خټکانو دوه صلاحيتونو ته زۀ پسخېږم: يو د دوي د ثقافت سره مينه او بله د دوي پښتو کرلاڼے ګړدود او سوچه لفظونه – درېغه دې ژباړه کښې ئې سوچه د خټکو د سيمې پښتو لفظونه لږ زيات پکارولي وو نو پۀ لساني اړه باندې به هم دا ژباړه نوره مهمه شوې وه، لکه څنګه چې د ډاکټر نصيب الله سيماب ناول ‘طالبه خاورې به ملا شې’ کښې د کاکړستان سوچه توري د دې ناول اهميت نور هم سېوا کوي، يا لکه د حيات روغاني ناول ‘نېنځک’ کښې د هشتنغر لهجه او نوي توري ځاے پۀ ځاے کارولي دي.

    پۀ هرحال کښې، د دې مهمې ډرامې د کاميابې ژباړې سره د نېشلسټ ليکوال شعېب خان خټک پښتو نثري ادب ته راتګ د پښتو او پښتون اولس د پاره ښۀ مرغه بولم.