Author: pakhtoon

  • مرګ انجام د هستۍ نۀ دے!!! – طارق پښتونيار

    مرګ انجام د هستۍ نۀ دے!!! – طارق پښتونيار

    ګوتې د لیکلو تاب نۀ لري، سترګو نه اوښکې دارې وهي، زړۀ کښې مې یو ناپایه او بې توله درد دے چې ورسره مخ یم – نۀ پوهېږم پېل او اغاز د کومې وکړم او دا لیک ختم پۀ کوم ځاے کړم؟ خو ولې بیا هم زړۀ کلکوم، ځکه چې غني خان وئیلي وو چې “مرګ انجام د هستۍ نۀ دے”!!!

    څو کاله زړه خبره ده، خان زمان کاکړ راته د شپې پۀ مېسج ولیکل، “اسویلي مۀ کوه! سحر درځم، پېښور کښې به وینو.”

    پۀ سحر د پښتو څانګې پۀ طرف راغلم نو د څانګې د چئیرمېن ډاکټر عبدالوحید صاحب پۀ دفتر کښې مو سره ولیدل. ډېر اوږدۀ علمي، ادبي او سیاسي بحثونه وشول. بیا خبر شوم چې کاکړ صاحب لا اټال دے پېښور پوهنتون کښې او دلته به یوه میاشت نیمه تېروي او خپل د اېم فل رېسرچ به بشپړوي. پۀ دوېمه درېمه ورځ پس کاکړ صاحب وې چې دلته مې ملګرے دے، هغه وینو. پۀ سحر ‘اېتهنز’ کښې د شېوې لاندې ناست وو چې یو ښکلے، دنګ، نرے د چينار غوندې ځوان را څرګند شو؛ خېر پۀ خېر وشو. پېژندګلو مو سره وکړه. کاکړ صاحب وې، دا ډاکټر حنیف دے او دلته د تاریخ څانګه کښې استاد دے او زمونږ ملګرے دے. زۀ ئې هم ور وپېژندلم خو چې وې وئیل چې دا هم پۀ پښتو څانګه کښې وزېټنګ استاد دے نو پۀ دې خبره سره ئې پۀ مخ مسکا خوره شوه لکه چې زما نه مخکښې د پښتو څانګې او اکېډیمۍ باندې ډاکټر ښۀ پوهه او خبر ؤ. بهر حال بیا تر ماښام ماسخوتن پورې مو بلها ګپونه او بحثونه سره وکړل. بیا ډاکټر وې راځئ ډوډۍ خورو! پۀ یو مِس بل مِس وګرځېدو، اخر نهم هاسټل ته راغلو، ډوډۍ مو وخوړه او ډاکټر مو رخصت کړو.

    پۀ دغه څو ساعته ملاقات کښې د ډاکټر حنیف بحث، ښکلا، مینې، علم دوستۍ، قام پالۍ او قام خوښۍ داسې د ځان پۀ طرف کش کړم چې دغه تعلق پۀ داسې شکل بدل شو چې بیا به مو یو بل سره و نۀ لیدل نو ګزاره به ګرانه وه. بې انتها سنجیدګي، مینه او علمي فکري سیاسي بحثونه لکه چې د ډاکټر پۀ خټه کښې شامل وو. اکثر به ئې د پښتون سټوډنټس فیډرېشن خبره کوله. د ملګرو تپوس به ئې وکړو.

    وخت تېرېدو. بیا هغه استاد او پروفېسر زمونږ داسې یار شوے ؤ چې هېڅ کله به مو دا نۀ ګڼله چې ګنې دا پروفېسر دے. د چایو پۀ مېز به را سره ناست ؤ، پۀ زمکه به راسره ناست، پۀ سټډي سرکل کښې به راسره ناست ؤ او اکثر به د پوهنتون نه بهر هم را سره وتلو. ټيليفون به ئې وکړو، کامرېډه راشه! انتظار یم درته، شوکت ته هم ووایه! او یا به داسې وشو چې شوکت به ورسره ؤ، زۀ به لږ ایسار وم نو وې به ئې راشه چمن کښې درته ناست یم. اکثر به ئې ګیله وکړه، وې به ئې چې دې خوا راځئ نو زما کمرې ته راځئ! یا ما ته یو مېسج کوئ، زۀ به را کوزېږم. ‘اېس ټي سي’ کښې به مو چاے وڅښکلې او بیا به بهر شاهین ټاون ته هم ووتلو. ښۀ ناوخته به بیا د یو بل نه رخصت شو. پۀ لاره لاره به شوکت اکثر ټپه شو. ډاکټر به ترې ډېر خوند اخستو. اکثر به ئې پۀ کښې اواز هم وکړو. ما به ځان سره وې، قربان ډاکټره! څۀ ژوند پرست سړے یې!

    وخت تېرېدو. اکثر به ئې د سټوډنټس نه سر ټکولو. وې به ئې، د دوي پۀ ذهن د ریاست نصاب سور دے، هېڅ د کوم متبادل او خپل ځائي تاریخه نۀ دي خبر. ډاکټر باندې زۀ پوهه شوم چې ولې دوي داسې وائي؟ لکه د سېف الرحمان سلیم د دې شعر پۀ مصداق:

    نوے کهول به خپل ماضي نه منحرف کړي
    پښتونخوا کښې د مغلو مکتبونه

    ما به ورته کړه، ډاکټره! نو د ریاست مشینري زوروره ده نو بیا به ئې د خبرې وار واخست، وئیل به ئې چې دې ته سټېټ کرافټنګ یعني ‘ریاستي قلم کاري’ وائي. ما به وې، هم دغه خبره ده.

    یو ورځ داسې وشو چې وې ئې، کامرېډه! یو چل به کول غواړي! زمونږ پۀ وس یو سټډي سرکل کېدے شي، شروع به ئې کړو. ما به وې ډاکټر صاحب! دا خو سمه خبره ده، کۀ داسې وشي نو سم خوند به وکړي. لکه چې دا خبره ئې د یو مشن، هدف او ارمان د پاره کوله خو د ډاکټر توندي او تنده شاید ځکه ډېره وه چې هغوي د تاریخ استادان وو او پۀ دې پوهېدل چې د تاریخ څۀ ارزښت دے او د پښتنو بچو ته د ریاستي تاریخ پۀ ځاے خپل تاریخ متبادل ځائي تاریخ ښودل څومره د سنجیده قامي ذمه وارۍ کار دے؟ د پښتنو د وطن د وسائلو سیاسي اهمیت او د دوي د زوال بربادۍ وجې معلومول او د هغې د پاره حرکت باندې سوچ فکر کول او قامي مسئلو باندې سر خلاصول څومره ضروري دي؟ خپل اتلان او قامي سیاست ته ګومارل څومره سنجیده سیاسي کار او کاز دے؟ زمونږ ډاکټر پۀ دې هر څۀ پوهېدو.

    یوه ورځ ئې راته ټيليفون وکړو چې راشه! خامخا زما پورې ځان را ورسوه! مونږ پۀ فقیر ایپي لان کښې انتظار کولو. زۀ او شوکت سواتے دواړه لاړو. چې کتل مو ډاکټر سره زاهد وزیر )چې هغه وخت یورپ کښې پۀ پي اېچ ډي بوخت ؤ(، مقبول ؤ، ډاکټر دروېش اپریدے، انوار، ظفر خان د سوشیالوجي استاد او یو بل کوم د کيمسټرۍ استاد هم ناست ؤ. خبرې شروع شوې. ډاکټر لکه چې د سټډي سرکل بحث د ملګرو سره د وړاندې نه هم کړے ؤ. داسې مونږ هم پۀ مجلس ور ګډ شولو. بحث روان ؤ او اخر مو دا فېصله وکړه چې یو اوونیز سټډي سرکل به د را روانې هفتې نه شروع کړو. مونږ هم ورسره ومنله، ولې چې ډاکټر ډېر پۀ لنډو ټکو خلاصه کړه چې هره موضوع وي، خوا کۀ د بېن الاقوامي تعلقاتو موضوع دې ولې نۀ وي، د پښتون افغان وطن پۀ تناظر کښې به پرې خبره کوو.

    د سټډي سرکلز لړۍ روانه شوه. د ډاکټر یاران او د کېمپس د بېلا بېلو برخو سټوډنټس به راتلل. ډاکټر به وې، کامرېډه! خوند ئې کړے دے. کۀ دا ځوانان خبر شو او پۀ قامي سوال ئې سر خلاص شو نو لویه خبره ده، ځکه چې پۀ کلاس کښې څۀ زده کوي نو دا به ترې هېرول غواړي. ځکه چې دغه نصاب کښې د مسئلو د ادراک هېڅ نشته! د ځان، وطن او قام نه مو بېګانه کوي.

    دغه سټډي سرکلز د ډاکټر پۀ مرسته او ملګرتیا داسې وغزېدل چې اکثر به مو د وس نه بهر شوه. پۀ چمن کښې به ځاے نۀ ؤ. د دې سره تړلي موضوعات به ډاکټر او ملګرو خوښول او وېنا وال به مو را غوښتل. ډاکټر به اکثر وې، وېنا وال زمونږ د ګوند یا پۀ پښتون کاز باندې پوهه کسان پکار دي چې د پښتنو پۀ کاز او سیاست ئې نظر وي، ولې چې د ریاست انټیلېکچول مونږ نۀ اورو او نۀ پرې د دې زلمو ذهنونه خبرابول غواړو.

    ډاکټر خادم حسېن، علي خان مسيد، ظفر خان، ډاکټر دروېش اپریدے او ډاکټر حنیف پۀ خپله مو څو څو ځله واورېدل. بیا به ئې راته وې، کامرېډه! دا خادم حسېن صاحب مې سم خوښ دے، د پښتنو پۀ کاز ئې سر هم خلاص دے او د ریاست پۀ پېچیدګیو هم پوهه دے.

    د سټډي سرکلز دغه لړۍ دومره وغزېدې چې اوس د ډاکټر سره زمونږ هم بلها تکړه تکړه ځوانان ملګري شوي وو لکه فضل مالک، مهران وزیر، محب افغان، جمشېد وزیر هم ملګري شوي وو. د پښتون سټوډنټس فیډرېشن ټول ملګري به اکثر حاضرېدل او اخر دغه تور هم ولګېدو چې دا سرکل د ریاست خلاف خبرې کوي. دا خبره بې ځایه هم نۀ وه، ولې چې ډاکټر او د سرکل ګډون وال وېنا وال او لوستونکي ټول سرۀ وو. مونږ وې چې دا سټډي سرکل به اوس څنګه قابو کوو؟

    ډاکټر به پۀ خپل مخصوص انداز کښې وې، مونږ د پښتنو پۀ مسئلو باندې خبرې کوو، دې کښې هېڅ حرج نشته! کله کله به ئې وې چې مونږ پۀ ریاست، فوج، بېوروکرېسۍ، استادانو او سیاست مدارو خبره نۀ کوو نو پۀ چا به ئې کوو؟ ایا دلته مِسونو کښې دا زمونږ خدمت چې کوي، پۀ دې غریبو خلکو به ئې کوو؟ دا غریب او لاچاره خلک زمونږ د وطن او قام د بربادۍ ذمه وار دي؟

    اکثر به داسې وشو، خلکو به وې دا سرکل د پښتون سټوډنټس فیډرېشن دے. ډاکټر به وې، مونږ د خپل علم او د قام مسئلې څنګه بېلې بېلې وګڼو؟ دا ځينې خلک ولې د قام مسئلې د تباهۍ بربادۍ سره نۀ ریلېټ کوي؟ مونږ خلاء کښې نۀ پۀ زمکه ژوند کوو او پۀ زمکه چې چرته اوسو، هم د هغې خبره کوو. کۀ چا ته مسئله وي نو نا پوهه دي او یا سترګې پټوي. وئیل به ئې، سرکل ته هسې هم قام پرست ټول راځي، کۀ یو دوه نۀ راځي خپله کم نصیبي ئې ده، مونږ څۀ وکړو؟

    د دې سره به مونږ پۀ سټډي سرکل کښې ازادې مباحثې هم کولې. د ډاکټر سنجیدګي، دلیل او بحث ته به حېران شو. ما به اکثر ځان سره وې چې کاش! داسې یو شل استادان مو دې پوهنتون کښې لرلے؛ دا ملنګ انسان څومره پۀ قام، وطن او علم مئین دے، څومره پۀ سیاسي پېچیدګیو پوهېږي! داسې سړي به څنګه دا قام نور پېدا کړي؟ د هېڅ پرواخ نۀ کوي؛ د پوهنتون پۀ رجعت پسنده جماعتي او مسلم لیګي ماحول کښې څومره بې ډاره او بې پروا دے؟

    سټډي سرکلز به روان وو او ډاکټر به سره د ملګرو او سټوډنټس راتلو، بېلابېلو سیاسي او قامي مسئلو ته ئې به ډېر سنجیده اپروچ لرلو. د فاټا مرج خبرو هم ګردش کولو. دۀ به وې چې یاره! مونږ اول اول کښې اعجاز خټک اېډوکېټ راوستلے ؤ او هغه د مرجر پۀ قانوني او ائیني حواله خبره کړې وه، اوس ئې نورو سیاسي او قامي اړخونو باندې هم خبره کول غواړي. اکثر به ئې د فاټا مسئلو ته فکر کولو او دا خبره به ئې هم کوله چې د قامي سیاست د پاره فاټا انتهائي اهم ده. د فکر وړ سیاسي حکمت او کار غواړي. د باچا خان تحریک نۀ انګرېز پرېښودلو او نۀ بیا پاکستان. او اکثر به ئې د خپلې علاقې باجوړ پۀ سیاسي شخصیاتو هم کله کله تېز او توند تنقید کولو او وزارت او ووټ او کرسۍ سیاست ته به ئې نظر ؤ. ما ته به ئې وې، کامرېډه! سیاسي شعور د یو قام د پاره اکسیجن غوندې ضروري دے، یو وزارت او ایم اېن اے چې بیا لا ازاد هم وي، څنګه به دومره پۀ مسائلو کښې بوخته علاقه د کرائسس نۀ وباسي؟ وئیل به ئې، دغه اېم اېن اېز خو ائیني مجبورۍ هم لري او ورسره د دوي ازاد حېثیت هم غټه مسئله ده.

    مونږ پوهنتون کښې پنځوستم غټ سټډي سرکل کولو، څو ورځې مو مشورې وکړې. وئیل ئې، دې ملګرو سره به مشوره وکړو، غټ سرکل به وکړو. وې ئې چې هر څومره خرچه راتله، ما نه ئې واخلئ خو دا کار ډېر ضروري دے. مونږ پۀ سټډي سرکل کښې پۀ قام، وطن او علم مئین خلکو ډېره غټه طبقه پېدا کړې وه لکه شاه نواز مشال، طلال بېدار، محب افغان، د پښتون سټوډنټس فیډرېشن د موجوده صوبائي ارګائزنګ کمېټۍ چئیرمېن جمشېد وزیر، نقیب لووڼ او داسې نور تکړه تکړه ځوانان هم وو. شاه نواز صاحب به د اسلامیه کالج نه هم خپل سټوډنټس اکثر ځان سره را وستل. مونږ به اکثر بحث کولو چې دا پنځوستم سټډي سرکل به پۀ غټه سطح کوو، ولې چې اوس دا سرکل یو مثال دے خلکو ته، اوس داسې منظم سرکل شاید کۀ پۀ ګرده پښتونخوا کښې ؤ. تیارۍ مو روانې کړې. ډاکټر وې یاره! دا فضل الرحیم مروت، اعجاز خټک او خادم حسېن صاحب به خامخا وي؛ نور هم کۀ څوک ستاسو نظر کښې وي نو ووایئ. ما ورته وخاندل، ما وې ډاکټره! تا ته هم جوړ نۀ دي معلوم! تا خو داسې نومونه واخستل چې دوي سره به اختلاف څوک وکړي؟

    موضوعات مو وټاکل او تیارۍ مو شروع کړې. وې ئې دا پیوټا هال به نیسو او پروګرام به کوو. ما وې دا هال واله قصه به ګرانه نۀ وي؟

    وئیل ئې، زۀ یم کنه! تاسو غم مۀ کوئ! خېر، ډاکټر د هال انتظامات برابر کړل. راته ئې وې، چا ته د پښتو او پښتنو پېغور ورکړلو او چا ته مې وې یارانه ده، دا هال راته راکړئ. خو ډاکټر پوهه ؤ پۀ دې انتظامیه باندې. د پوهنتون د انتظامیې پۀ یو شخصیت اعتراض ؤ. بیا ئې وې چې یو وېنا وال به زمونږ هم وي، مونږ وې بالکل! ستاسو وېنا وال منو خو موضوع به مونږ ورکوو. ډاکټر او نقیب وې کۀ ایوب جان صاحب د پولیټکل سائنس د څانګې استاد راځي نو د پښتونخوا پۀ پولیټيکل اکانومي باندې دې خبره وکړي. هغوي ومنله خو بیا وخوئېدل – پته نشته څۀ وجه وه؟

    عجیبه ټوقه وشوه، د پوهنتون انتظامیې ته چې د چا نه مسئله وه، پۀ هغۀ زما نه ډاکټر سخت ولاړ ؤ. دوي به کله وې را دې شي خو پۀ بېنر ئې نوم مۀ لیکئ، کله یوه بهانه کله بله بهانه – ډاکټر به فون وکړو، وې کامرېډه! دا خلک خو ډېر ماشومانو شان مجلس کوي، تۀ به وايې چې مونږ بم خلاصوو! هلکه یو سټډي سرکل دے، دنیا نۀ ورانېږي! زۀ ئې ورسره نۀ منم چې دوي ته د ډاکټر خادم حسېن نه څۀ مسئله ده؟ هېڅ دلیل نۀ وائي. ډاکټر به انتظامیې ته وې، دا کار مونږ نۀ کوو، دا ډېره سپکه خبره ده. ما خادم صاحب ته فون وکړو، ټول حال مې ورکړو. هغۀ خپل مخصوص انداز کښې وخاندل، وې ځان ته مسئلې مۀ جوړوئ، زما نوم مۀ لیکئ، زۀ د نوم د سیاست نه پخوا را وتلے یم، خو دا کار مهم دے. ما وې، سر جي! سمه ده خو حنیف صاحب ئې ورسره نۀ مني کنه. خادم صاحب وې، حنیف ته ووایه چې مسئله نشته، چې څنګه دوي وائي هغسې وکړئ! ما ډاکټر حنیف ته ټول حال تېر کړو. خپل مخصوص انداز سره ئې وې، مړه څۀ بې خونده مخلوق دے! بس چې خادم صاحب نۀ خفه کېږي نو د دوي به ومنو خو چې ډاکټر صاحب پاتې نۀ شي. ما وې راځي به خامخا، هغه زمونږ ملنګ استاد او انټیلېکچول دے.

    بهرحال، پروګرام مو ښۀ پۀ موج کښې وکړو. ډاکټر د کوربه پۀ حېث د سټډي سرکل ټوله کار ګزاري بیان کړه. بیا ئې د مشرانو مېلمنو او ټولو ګډون والو مننه وکړه. چې پروګرام خلاص شو نو چې ډاکټر کوم خوشحاله ؤ، لکه چې د قام سوکالۍ او خوشحالۍ کښې ئې تر دغه دمه ښه پوره برخه اچولې وي. پۀ افغان فساد ‘جهاد’ انتها ګردۍ باندې د فضل الرحیم مروت صاحب مفصلې خبرې، پۀ نړیوال صورت حال او پښتون افغان وطن د بېن المللي سیاست د اعجاز خټک صاحب وېنا او د پښتنو پۀ قامي سیاست او کلتور باندې د ډاکټر خادم حسېن صاحب وېنا ټوله پۀ ټوله ائيډیا د ډاکټر حنیف صاحب وه او تائید نقیب لووڼ او طلال بېدار هم وکړو. ما ته ئې وې، بېدار ته فون کوم او دغه ائيډیا ورسره شریکوم. بېدار پۀ بېدارۍ سره زمونږ دغه ائيډیا ومنله. بیا ئې ما ته وې، کامرېډه! دا بېدار مو سم سړے پېدا کړے دے، سنجیده او قابل انسان دے او فلسفه مې ډېره خوښه ده خو ځه ښه ده طلال شته، بحثونه ورسره کوو. د دې نه پس مو یارانه دې حد ته رسېدلې وه چې پۀ کېمپس هر ځاے ؤ، مونږ به وې ډاکټر خبرول غواړي چې کښېنو، ګپونه هم ولګوو او سیاسي بحثونه هم وکړو.

    یو ورځ راته شوکت سواتي وې، کامرېډه! تۀ چرته ورک وې؟ نیو اکېډمک بلاک کښې کلچر سټالونه لګېدلي وو، ډاکټر حنیف هم ؤ، د افغان سټوډنټس سټال نه تاوېدو، زۀ هم ورغلم، سم ګپونه مو ولګول خو ډاکټر د پراکټرۍ بېج لګولے ؤ او د افغانستان بېج ئې هو ولګولو او هغه هلک ته ئې وې، تۀ یوه قوم پرسته سندره ولګوه! وې هلک سندره ولګوله، “زۀ چې پرې مئین یم دا هغه پښتونستان دے”، وې کامرېډه! حنیف ورسره سخت ښکلے اتڼ وکړو. شوکت وې، ما ورته چې ډاکټره! تا خو د پراکټرۍ بېج لګولے اتڼ کوې!!! دا څۀ کوې؟ ډاکټر خپل مخصوص انداز کښې وې، نو څۀ چل وشو؟ پۀ افغانستان افغانانو زښت ورک مئین ؤ او چې د افغانستان خبره به شوه، انتهائي به سنجیده شو او د بر وطن پۀ سیاست تاریخ او خصوصاً د غازي امان الله سخت شېدائي ؤ. ما نه ئې یوه ورځ د نور محمد ترکي پۀ اړه کتاب هم وغوښتو، ما ورته د نور محمد ترکي وېناوې ورکړې. سخت ورته خوشحاله ؤ خو پۀ غازي امان الله سخت مئین ؤ او هم دغه وجه وه چې خپل یو سټوډنټ محب افغان ته ئې د غازي امان الله خان پۀ اصلاحاتو د هسټري څانګې نه د امان الله خان رېفارمز خصوصاً د فېمنزم پۀ اړخ باندې د اېم فل رېسرچ هم منظور کړے ؤ.

    د ‘پښتون’ رسالې د استقلال نمبر سخت لېواله ؤ. کله به کلي کښې ؤ او کله پوهنتون کښې، ګډ وډ ؤ. بیا ورته یو شاګرد ورسوله. پۀ ‘پښتون’ مجله سخت مئین ؤ. مونږ چې سرکل شروع کړو، ابتداء کښې ئې وې، یار! دا ‘پښتون’ رساله به راوړو او پۀ دې سټوډنټس به ئې تقسیموو! دا کار څنګه وکړو؟

    اخر مو علي یوسفزے د شاه نواز مشال پۀ مرسته دې کار ته تیار کړو. رسالې به راتلې او سرکل به مو اخستې. اخر چې چهټیانې شوې نو رساله به اکثر ترې پاتې شوه یا به ساز نۀ ؤ ورته نو یوه ورځ ئې پوسټ وکړو پۀ فېس بک چې د کال رسالې ته به څنګه ممبر شپ وکړم؟

    خان زمان کاکړ ورته کمنټس کښې ولیکل، زۀ او شوکت ئې منشن کړو چې زمونږ دې پسمانده ډاکټر ته د رسالې کار ور برابر کړئ! اخر ئې ممبر شپ وکړو خو کمنټ کښې ئې ګیله زمونږ نه وکړه. اکثر به ئې راته وې، کامرېډه! عاشقۍ رانه خراب کړې یار! بلها جینکۍ دي، تۀ یو fhawan پسې نښتلے یې! ما به ورته وخاندل چې ډاکټره! درې کارونه به خامخا کوې: یو سیاست، بل غرق عشق او ورسره مطالعه. زما پۀ دې خبره به ئې وخاندل. اکثر به ئې وې، دا دوه کارونه خو کوم: مطالعه او قامي سیاست، البته عشق ستا غوندې نۀ شم کولے. ما وې ډاکټره! سړیه یو خو دومره حساس سړے یې چې پۀ خبره ځان له زړۀ خورې، کله د پاکستاني رجعت پسنده جماعتي او مسلم لیګي سټوډنټس نه تنګ یې، کله د دغسې ماډل استادانو نه تنګ یې او سیاستمداران خو لا بېله خبره ده.

    یوه ورځ د صدر شیراز شادي هال ته د افغانستان استقلال جشن ته لاړو. هلته ئې سم ښکلے اتڼ وکړو. یقیناً چې د ډاکټر ښائسته رنګ، دنګې ځوانۍ او ښائسته ډرېسنګ هغه پۀ ټول اتڼ کښې نمایان کړے ؤ او نمایان ښکارېدو هم. ما ته ئې وې، کامرېډه! اتڼ نۀ درځي ګوره! نن د استقلال پروګرام دے، هغه دے میا افتخار هم راغلے، اعجاز یوسفزے دے، ټول مو ولیدل. پۀ راتلو کښې شوکت وې کرن ته ورځو! لاړو کرن سره مو ګپونه ولګول خو بد مزګي پېدا شوه. ډاکټر ځينې خبرې داسې وکړې چې هلته یو ډاکټر شاعر باندې ترخې ولګېدې. پښتو نصاب کښې د شاملېدو او پښتو پۀ سکولونو د یو مضمون خبره راغله، ډاکټر پۀ ټوله قصه پوهه ؤ چې اے اېن پي څۀ کړي دي دې مد کښې؟ خو خبره لاړه، شاعر ډاکټر او زمونږ ډاکټر د یو بله وتمبېدل. پۀ لاره چې راتلو، ډاکټر بې سوره ؤ، ما وې ډاکټره! ولې؟ وې یاره! تۀ او شوکت هم عجیبه خلک یئ، دا د اے اېن پي دور کښې چې د پښتو پۀ حواله کوم کار شوے ؤ او خصوصاً نصاب کښې کوم اصلاحات شوي وو، تاسو ترې نۀ یئ خبر؟ دې سړي ګډې وډې وې یار او تاسو غلي ناست وئ او د فخرالاسلام بابولالې ئې وې! دا ولې؟ او مروت صاحب ورته هېڅ نۀ ښکارېدو او پۀ نصاب ئې اعتراضونه کول. هلکه! د مروت صاحب غوندې انسان د خداے کرم دے چې پېدا دے پۀ پښتنو کښې. د دۀ دا خیال ؤ چې مونږ للوان یو، پۀ هېڅ نۀ پوهېږو.

    بهر حال د کرن د خوا نه راغلو، تقریباً ډاکټر چاے هم و نۀ څښکلې. چې پوهنتون کښې کوز شو، ډاکټر حنیف ته مې د شاعر ډاکټر موصوف ټوله قصه تېره کړه. ما وې ډاکټره! اشاره مې و نۀ کړې شوه چې غلے شه ترې، خو اصل قصه بدله ده نو پۀ خندا کښې ئې راته ووې، سړیه پاګل دے، نو صفا خبره کوه! ما وې بس دغه قصه ده نو. بس تا او شوکت بې خوندي وکړه، د پارټۍ او مروت صاحب دفاع مو و نۀ کړه. ما وې ډاکټره! نو تا خو سړے دومره بد بد واخستو چې سړي درته کوټه پرېښوده ووتو، نو تۀ پۀ څۀ خفه یې؟

    بیا ئې وې، یار شاعري او شاعران مې خوښ وي خو چې نېشنلسټ نۀ وي خوند نۀ راکوي، او وې کامرېډه! خیال دې دے دا ځينې شاعران پۀ شاعرۍ کښې قوم پرست وي او داسې انتهائي کنفیوزډ وي، سړے خفه کړي. ما وې ډاکټره! ورک ئې کړه سړیه! حساس سړے یې، ځان له زړۀ خورې، داسې مۀ کوه! هغه واقعي چې ډېر حساس انسان ؤ. کله کله به تنګ شوم، وېم چې ډاکټر ته غصه شم خو چې د هغۀ مخ او شرافت به مې وکتل، ما به وې ظالم انسان دے، دا دومره حساسیت به دا تباه کړي!

    ما چې ډاکټر سره څومره وخت تېر کړے، د هغۀ قام پالي تاریخ پوهنه او حساسیت کښې ئې مثال نۀ لرلو خو کۀ زۀ به اکثر د ډاکټره تنګ وم، هغه د ډاکټر د خلوص او حساسیت ؤ. زۀ به اکثر دې خبرې ته خفه شوم چې دا سړے د کومې دنیا سړے دے؟ دا دنیا او دور خو بېخي داسې نۀ دے، عجب انسانه! لږ پۀ دروغه هم ځان خوشحاله ساته کنه! د ملګرو، قام او علم او عمل پۀ حواله انتهائي سنجیده او حساس لکه چې اندېش صاحب دا شعر زمونږ د ډاکټر حنیف د پاره وئیلے وي :

    مرګ مېلمه دے اے اندېشه! د احساس تر طبعیته
    چا له ورځ کښې څو څو ځله، چا له ژوند کښې یو وار راشي

    دا حساس سړے ، علم دوسته، مېلمه دوسته، قام دوسته او انسان دوسته سړے اخر لکه چې د داسې بې بیانه درد ښکار شوے وي چې د یوې دوا او دعا سره د یو یو ملګري نصیحت او خبرو د دۀ درد نۀ شو کمولے. دې د څو میاشتو نه راته لګیا ؤ او هر ملګري ته به ئې وې چې باجوړ ته راشئ، سټډي سرکلز مو شروع کړي، قامي کار دے یار، مرسته را سره کوئ! زۀ يواځې یم، هلته سنجیده هلکان دي، کۀ فکري او نظریاتي تربیت ئې وشي نو دا به غټ کار وشي. دلته به د پوهنتون سرکل ؤ او هلته ئې هم ‘د رڼا ملګري’ را پېدا کړي وو. سټډي سرکلز به وو او ډاکټر ؤ. دې قام پرستو خلکو باندې ورک مئین ؤ. اکثر به راغلو د پښتون سټوډنټس فیډرېشن ملګري به چمن کښې یا به اېس ټي سي کښې د چایو مېز ته ناست تاودۀ تاودۀ سیاسي، علمي او فکري بحثونه به وو او چې ستړي به شو نو ډاکټر به وې، شوکته! دا د سندرې پۀ ذریعه د مزاحمت ټاپک ته ئې کړه! سندرې ټپې به مو وارېدو. ډاکټر به اکثر لائیو شو د خپل فېس بک پاڼې نه. داسې د زړۀ داد به ئې شوکت ته ورکولو. انتهائي با ذوقه سړے پۀ موسیقۍ، هنر، هنرمنداو شاعرۍ ورک مئین ؤ. یوه ورځ ئې د پښتون سټوډنټس فیډرېشن پۀ سټډي سرکل کښې د هنر او خصوصاً د ښځو پۀ شرکت پۀ سوشل او پولیټیکل سپېس کښې د ښځو او د مزدورکاره غریبې طبقې پۀ اشتراک او ګډون هم مفصلې خبرې کړې وې. دا به ئې اکثر وې چې دا پښتون سټوډنټس فیډرېشن وي نو د قام وطن طبقاتي او ښځینه سوال سیاست به ژوندے وي، ولې چې د دې تنظیم سره د باچا خان لېګېسي او مفکوره تړلې ده. داسې بل پۀ نظریه او قام مئین تنظیم شتمني د پښتنو پۀ وطن کښې نشته. دا خلک باید پۀ هره حواله واضح او د دلیل خاوندان وي.

    دا د خپلو غرونو پۀ شان دنګ، دا د خپل وطن د ښکلاګانو پۀ شان ښکلے، دا د خپلو سیند ونو شان خاموشه او ژور، د خپل وطن د رنګینیو غوندې شوخ او رنګین او ښائسته خو دا د خپل حساسیت او قام پالنې د وجې د خپل وطن غوندې پۀ زړۀ مات ؤ. کله کله وېمه چې د پلار مړینې کم او خپل حساسیت، خلوص او مینې زیات خراب کړے ؤ. د پلار د مرګه پس چې مې ولیدو نو د ړاکټر مخ راته ټوله قصه تېره کړه خو د پۀ لیدو ئې سخت زهیر شوم. شوکت سواتي چې راته د ډاکټر د درد و غم او کرب واذیت قصه تېره کړه، زړۀ مې یو درد وکړو. خو ولې ما د شوکت نه مخکښې د ډاکټر ټوله قصه د هغۀ پۀ مخ ولوسته. څنګه چې راته شوکت د هغۀ د پلار د مرګ نه مخکښې د هغۀ د درد او بې انتها حساسیت د وجې د هغۀ درد قصه تېره کړې وه، نو دغسې ئې راته د اختر پۀ مازیګر هم یو فون وکړو. ما وې د اختر مبارکي به راکوي خو ولې داسې خبر ئې راکړو چې زما او زما غوندې د ډاکټر حنیف پۀ سوونو او شلګونو ملګري یاران، خپلوان، رشته دار ئې پۀ یو قیمت هم اورېدلو ته تیار نۀ وو. شوکت وې، “ډاکټر زمونږ نه لاړو!” ګګ شوم لکه چې اسمان را ړنګ شو او زمکه وشلېده. د یو بې انتها درد کرب او اذیته تېر شوم. د ملګرو ژړاګانې افسوسونه او د ډاکټر د بېلتون د لمحو سره مخ یم چې یو یو ملګرے مې حال پوښتي. ډاکټر دروېش اپریدي راته فون وکړو او حوصله ئې راکوله خو پۀ خپله دننه دننه نړېدو. نقیب راته د ژوند کولو حوصله راکوله، شوکت سواتے خو پۀ خپل مخصوص انداز وائي، یار ډاکټر دا څۀ وکړۀ؟

    د ژمې موسم ؤ، ما او شوکت سواتي د باچا خان سکولونو د پاره چنده کوله. پوهنتون کښې ما ډاکټر ته وې، شوکت تکړه دے، د ځينې استادانو نه ئې ډونېشن کړے دے خو څۀ کسان راته هم وښایه چې ورشو پسې. وې راځه، زۀ به هم شم او دا چنده به مستقل ورکوم باچا خان سکولونو ته او نور ملګري استادانو ته به هم وایم. سحر ډېپارټمنټ ته راشئ. چې لاړو ډاکټر پۀ خپله څانګه کښې نمر ته ولاړ ؤ، وې راشه زما نوم هم ولیکه او ځينې نورو استادانو ته ئې هم وئيلي وو. لاړو چنده ئې راکړه. هغه باچا خان سکولونو ته ډېر زیات خوشحالېدو. وئیل به ئې، دا د باچا خان د تحریک د وړومبو ورځو نخښه ده، دا باید پۀ ټوله پښتونخوا کښې پرانستل شي ځکه چې ما د دې سکولونو باره کښې اورېدلي دي چې بېخي یو متبادل ماډل ئې دے. ما ورته کړه، وزګار شه نو دغه سکولونو ته به چرته لاړ شو. وې ما ئې د ماشومانو ځينې ویډیوز لیدلې دي او بیا چې د خادم حسېن صاحب د نګرانۍ لاندې وي نو بیا خو پۀ کښې خبرې نشته. بس دا د ډونېشن کار وکړئ، دا ضروري دے. مونږ باید د خپل وس نه پۀ دې معامله کښې زیات کار وکړو.

    د ډاکټر حنیف شخصیت نۀ مري. د هغۀ فکر کار او مینه به څنګه مري؟ غني خان وې چې “مرګ انجام د هستۍ نۀ دے”، ژوند به لکه د روان بهير پۀ وړاندې ځي او ډاکټر حنيف، د هغۀ فکر، د هغۀ قام سره مينه او قام د پاره درد به مونږ د نوي کهول ذهنونو ته رسوو.

     

  • د بنو او وزيرستان پۀ اولسي ادب د کډوالي اثرات – بېزار داوړ

    د دې لنډې ليکنې تر څنګ مې د بشارت پير کتاب ‘CURFEWED NIGHT: A Memoir of War in Kashmir’ مخې ته ودرېدلو چې کشمير کښې د لشکر طيبه او جېش محمد د جنګيالو د کاروايانو او د هندي فوج د عملياتو قصې ئې د ځپلي اولس د ذهنونو نه را ټولې کړي او تاريخ کښې خوندي کړې دي. زمونږ ملګري رؤف ايسپزي هم پۀ دغه ډول د يو کتاب ليکلو تابيا کړې ده. خداے دې وخت او وس ورکړي. زمونږ الميې پۀ هغه شور او زور سره د نړۍ مخې ته را نۀ غلې، څنګه چې پکار وې. وړومبے د افغان جنګ نه بلاواسطه او د نائن الېون نه پس نېغ پۀ نېغه جنګ سره مخ سيمې څپه پۀ څپه اور دي. اتلس کاله کښې څلور نيم زره (4,473mi2) ميله علاقه صفا نۀ کړې شوه؟؟؟ بايد دا څېړنې پۀ اکادمي کچ مخ پۀ وړاندې لاړې شي. لا وخت دے.

    د نائن الېون عظيمه سانحه د امريکې پۀ نيويارک ښار کښې دوه زر يو کښې پېښه شوې وه. د دې ترهګرې پېښې الزام اسامه بن لادن نومې يو عرب جنګيالي باندې لګېدلے ؤ چې دغه وخت پۀ افغانستان کښې د طالبانو سره موجود ؤ. امريکې د طالبانو نه وغوښتل چې اسامه مونږ ته حواله کړئ، ولې طالبانو انکار وکړو او امريکې د ناټو (NATO) پۀ مرسته پۀ افغانستان حمله وکړه. د طالبانو انکار د پښتونولۍ د مبينه کوډ ‘مېلمستيا’ پۀ وجه ګلوريفائي کړے شو خو د هغه عالمانو غوښتنه هډو ياده نۀ کړې شوه چې اسامه ته ئې ځولۍ خوره کړې وه چې جنګ دې افغان خاورې ته نۀ راوړي.

    د جهاد پۀ نامه هغه جنګيالي او د استعمار ملېشا چې پرون ئې د امريکې او برطانيې د پاره د سويت يونين خلاف پۀ افغانستان کښې جنګ کولو، ‘ترهګر’ وبللے شول. جنګ شروع شو. طالبانو د ډيورنډ کرښې نه دې خوا د پاکستاني وفاق زېر انتظام قبائلي سيمو ‘فاټا’ او د صوبائي انتظام لاندې غرئيزو علاقو ‘پاټا’ )باجوړ، بر دير، بونېر، سوات( او بلوچستان کښې )چرته چې اوس د طالبانو مرکزي شوريٰ پۀ صوبائي دار الخلافه کښې فعال ده( پناه واخسته. دې سره وفاقي دار الحکومت اسلام اباد کښې هغوي پوش علاقو کښې ځايونه وموندل. دلته دوي منظم کړے شول، مالياتي انتظام او لاجسټک سپورټ ئې تر لاسه کړو او د ‘تحريک طالبان پاکستان’ (TTP) پۀ نوم ئې يو تحريک اعلان کړو چې د پاکستان نه به ئې د کرښې هغه خوا افغانستان کښې ګوريلا جنګ او ترهګر عمليات کول. امريکې چې دا حالات وليدل نو د پاکستاني فوج مشر او ډکټېټر جنرل پروېز مشرف ته ئې حکم وکړو چې د TTP خلاف فوجي عمليات وکړي.

    دا د دوه زره درې/ دوه زره څلور (2003-4) خبره ده چې پاکستاني فوج پۀ وړومبي ځل پۀ واڼا )جنوبي وزيرستان( کښې د طالبانو ‘خلاف’ فوجي عمليات پېل کړل چې پۀ محدوده پېمانه وو. دې عملياتو د جهاد او فساد د بيانيې يوه نوې پېچيدګي پېدا کړه. افغانستان کښې روان جنګ د ډيورنډ کرښې دې اړخ ته راغلو او هغه خلک چې پۀ فاټا، پاټا او اسلام اباد کښې ځايونه لري، دوي د ډيورنډ کرښې دې اړخ ته هم د پښتنو قتلِ عام شروع کړو او دې د پاره ئې دا بيانيه خپله کړه چې “اوس پاکستان د کفر )امريکې( سره ملګرے دے نو د پاکستان خلاف جهاد فرض دے.”

    پۀ پاکستان کښې دهشت ګرد مشران او ليډران د اسلام اباد لاهور پۀ پوش علاقو او د جنوبي پنجاب پۀ لويو ښارونو کښې هم دېره وو خو د تزويراتي پاليسۍ د پاره وړومبے اپرېشن پۀ واڼا جنوبي وزيرستان کښې شروع شو.

    د دې فوجي عملياتو نه پس تر يوې لسيزې پورې (TTP) او پاکستاني فوج د يو بل خلاف بلها جنګونو وکړل خو دې جنګونو کښې د ټولو نه زيات نقصان پښتنو ته ورسېدلو. د فوجي عملياتو پۀ نوم د پښتنو علاقې څۀ طالبانو ونيولې او څۀ فوج ونيولې. د پښتنو ځنګلونه، باغونه، بازارونه او لارې مقبوضه وګرځېدې. د وخت تېرېدلو سره دا قبضه دومره پراخه شوه چې د پښتنو پۀ خپل وطن کښې تګ راتګ هم چېکپوسټونو او تفتیشي مراکزو ونيولو.

    د دې تحريک خلاف اخري اپرېشن چې د کاميابۍ ئې پۀ رياستي ميډيا کښې هم ډېرې دعوې شوې دي، د ‘ضرب عضب’ پۀ نوم شمالي وزيرستان کښې پۀ دوه زره څوارلسم کښې وشو. چونکې تر دې دمه د سوات، فاټا او افغانستان سره سره د نړۍ يو شمېر خلک د جهاد پۀ نامه شمالي وزيرستان ته را غونډ شوي وو، ولې چې پۀ نورو علاقو کښې د دې تحريک خلاف فوجي عمليات شوي وو او د دوي زور دغه علاقو کښې تر يو حده مات شوے ؤ.

    د ضرب عضب د وجې د شمالي وزيرستان لکهونه اولس د بنو، لکي مروت او کرک سره سره د ملک نورو علاقو ته کډوال شول. د دوه زره څوارلس د يوې اندازې مطابق د دې کډوالو شمېر دولس لکهه ښودلے شوے ؤ چې وروستو بيا صحيح اندازه لګول پېل شول او د کډوالو شمېر را کم کړے شو. د شمالي وزيرستان ابادي د دوه زره اوولسم د مردم شمارۍ مطابق پينځۀ نيم لهکه ښودلې شوې ده چې بېخي غلطه ده؛ ولې چې تر دوه زره اوولس زرګونه خلک افغانستان او د پاکستان نورو علاقو کښې کډوال شوي وو. دا بېل بحث دے چې د کډوالو شمېره څومره وه؟

    دا کډوال )داوړ او وزير( چې د بنو او خواوشا علاقو ته خورارۀ شول نو پښتو ادب او بيا اولسي ادب باندې هم دغې کډوالۍ ډېره اغېزه وکړه. پۀ دې لړ کښې دومره ادب تخليق شوے چې د کتابونو کتابونه پرې ډکېدے شي.

    د کډوالو قبائلي او ټولنيز ژوند د يو نوي تهذيبي رنګ سره مخ شو. د دوي قبائلي دود دستور، رسم رواج، علاقائي بنديزونه، خيالات و افکار او د ټولنيز ژوند هر اړخ د يو نوي ژوند سره مخ شو او دا بدلون مونږ ته پۀ اولسي ادب کښې بشپړ پۀ نظر راځي.

    کډوالو ته پۀ بنو کښې د بکاخېل پۀ سيمه يو سرکاري کېمپ هم جوړ کړے شو چې کډوالو پۀ کښې ډېر سخت ژوند تېرولو. دا بکا خېل کېمپ نن هم موجود دے او د دغه کډوالو د سخت ژوند پۀ اړه هېڅ معلومات بهر راتلل بند دي. يو څو راشن پوائنټونه (Food Distribution Points) هم جوړ شول چې د راشن اخستلو مرحله پۀ کښې ډېره سخته وه. دا مرحله د کډوالو د پاره کۀ يو خوا طبعي طور مشکله وه نو بل خوا پۀ نفسياتي طور هم د خېرات برابره وه او د دوي عزت نفس پۀ کښې د اذيت سره مخ ؤ. دا قبائلي خلک چې د خود دارۍ او خودۍ نوم ئې پۀ ټول مشرق خور ؤ، د راشن اخستلو پۀ وخت به ډېر پرېشان وو، ولې پۀ نفسياتي طور دې مشکل ډېر زر سر وخوړو او کډوالو دا خېرات نۀ بلکې خپل حق ئې وبالۀ چې د اقوام متحده نه به د کډوالو پۀ نوم راتلو. دا راشن صرف د خوراک پۀ شکل کښې نۀ ؤ بلکې د ژوند يو شمېر ضروري څيزونه به پۀ کښې هم ورکولے کېدل. د راشن اخستلو دا مرحله او منظر يو شاعر پۀ دې لانديني شعرونو کښې پۀ دې ټکو انځور کړے دے:

    داوړۍ لهجه: پۀ شيرکې ئې غالاط کړي

    خپل کېرينه ئې ارنه وئېر کړل

    پۀ سيمې چې ريپۍ روغلې

    عادتينه ئې ارنه وئېر کړل

    مستعمله لهجه: پۀ بړستنو ئې خطا کړو

    خپل کورونه ئې رانه هېر کړل

    پۀ سيمو* چې روپۍ راغلې

    عادتونه ئې رانه هېر کړل

    *سيم: موبائل SIM مراد دے.

    ياده دې وي چې دا وخت دولس زره نغدې روپۍ به د مېسج پۀ ذريعه هرې کورنۍ ته راتلې. مېسج به د هر خاندان پۀ رجسټرډ MOBILE SIM باندې راتلو.

    پۀ دې شعرونو کښې د قبائلو خودۍ سره يوه نستلجيا مونږ ته پۀ نظر راځي. دلته شاعر بلاواسطه اولس ته پېغور ورکوي چې پۀ بړستنو مۀ خطا کېږئ او خپلو کورونو ته د بېرته تلو د پاره هڅې وکړئ چې د عزت ژوند تېر کړئ؛ خو ولې تاسو راشن ليدلے او خپلو کورونو ته د تلو د پاره هڅې نۀ کوئ. چونکې کډوال د يو څو اوونۍ کډوالۍ نه پس ډېر تنګ شوي وو او يو شمېر ځوانان د Youth of Waziristan پۀ نوم را پاڅېدلي وو چې د کډوالو بېرته خپل وطن ته واپسۍ د پاره ئې د بنو پۀ ښار کښې لاريونونه او احتجاجونه هم پېل کړي وو. د رياست هم دا پاليسي وه چې کډوال پۀ ذهني او طبعي طور مصروفه وساتي، ولې چې بره وزيرستان کښې ډېر کار پاتې ؤ او کډوال ئې داسې زر وطن ته نۀ پرېښودل. وزيرستان د جنګي اقتصاد د مرکزې حېثيت لرلو او دلته کۀ فوجي عمليات د اخباري بيانونو مطابق کېدلو نو عملاً به دغه دهشتګردي ختمېده او کۀ دا خلک واپس خپلو سيمو ته تلل نو د خپلو ملکيتونو دعويٰ به ئې کوله، کوم چې څۀ د فوج او څۀ د طالبانو پۀ قبضه کښې وو.

    هم د دې اولسي سندرې )چې هغه وخت پۀ سوشل مېډيا ډېره HIT وه( پۀ بل يو بند کښې د کډوالو د کېمپ، د راشن اخستلو منظر او پۀ خپلو کډوالو د غصې اظهار پۀ دې ډول شوے:

    داوړۍ لهجه: چې دې کېمپ پۀ لوري روشې

    پۀ ګېټ پاس ډېر ستړيه ول وي

    چې دې لائن نه خطو شې

    پۀ لاوړې سېخول وي

    ميژ ئې خپل سره نيات کامي

    لائينينه ئې ارنه وئېر کړل

    مستعمله لهجه: چې د کېمپ پۀ لوري راشې

    پۀ ګېټ پاس ډېر ستړيه ول وي

    چې د لائن نه خطا شې

    پۀ کوتکو نېغول وي

    مونږ يو خپلو کښې بد نيته

    لائينونه ئې رانه هېر کړل

    چونکې د کډوالو کېمپ ته ننوتل او بهر وتل پۀ کېمپ کښې مېشته کډوالو د پاره ډېره سخته مرحله وه. دا کېمپ به د پاکستان فوج د انتظام لاندې ؤ، چې څوک به تلل راتلل نو د فوجي قانون مطابق به ورته Gate pass جوړېدو نو ځکه شاعر وائي چې پۀ ګېټ پاس تنګول سخته مرحله وي. ياده دې وي چې دې کېمپ کښې هغه غريبان خلک مېشته وو چې چا به د کور کرايه نۀ شوه ادا کولې او د غربت لۀ کبله به ئې کېمپ کښې ژوند تېرول مجبوري وه.

    پۀ دې دويم شعر کښې هم لوے تاريخ پروت دے! چونکې پۀ راشن سنټرو به بد انتظامي زياته وه، د رياست سره داسې انتظام نۀ ؤ چې کډوال ئې د راشن اخستو پۀ وخت منظم کړي وے. څرګند جواز خو دې بدنظمۍ د پاره دا ؤ چې اپرېشن بغېر د څۀ مکملې تيارۍ شروع شوے ؤ، ولې اصلاً دې لړ کښې لوے شمېر فنډونه وو چې هغه بغېر د دغې بد انتظامۍ ښودلو audit ته برابرول څۀ اسان کار نۀ ؤ. د دغه بد انتظامۍ پۀ تور د قبائلي سيمې د انتظامي ادارې (FDMA) ډائرېکټر هم د عهدې نه لرې کړے شوے ؤ، نو کډوالو ته پۀ راشن سنټرو پوره پوره تکليف ورکولے شو. خلک به پۀ سرۀ رمضان کښې پۀ ګېنټو ګېنټو پۀ قطارونو کښې ولاړ وو. بيا به بد انتظامي هله پېدا شوه چې د چا به پوليس يا د فوج اهلکار سره څۀ تعلق ؤ يا به ئې رشوت ورکړو چې ما راشن سنټر ته د ننه پرېږده، نو داسې د اثر رسوخ خلک به چې بغېر د څۀ تکليف او انتظار نه راشن سنټر ته ننوتل او پۀ قطارونو کښې ولاړو خلکو به ورته کتل نو دا کار به د دې قبائلي خلکو د نفسياتو او مزاج ضد ؤ. پۀ دې رشوت خورۍ او بې انصافۍ به يو نيم کس غصه شو او د قطار نه به ووتلو چې پوليس يا فوجي اهلکار سره به ئې زباني جنګ شروع کړو نو بيا به اهلکار ورباندې لاوړ ) کوتک( چلولو. دا رويه د هغه خلکو سره کېدله چې د فوجي عملياتو د کاميابۍ د پاره ئې خپل اباد کورونه، روان روزګارونه او تيار فصلونه پرېښي وو.

    درېم شعر هم دې خيال ته ورته دے. شاعر دې خلکو ته نيت کامي )متعصب، فضول، بېکار( وائي چې اهلکار ته رشوت ورکوي او خپل وار ته انتظار نۀ کوي. دا اخري دوه شعرونه مونږ ته د قبائلو د فطري مزاج او نفسياتو پوره پوره انځور جوړوي.

    مخکښې د دې سندرې پۀ بل يو بند کښې شاعر پۀ هغه خلکو طنز کوي چې څوک راشن اخلي او يو قسم پېغور ورکوي چې دا کار د تن اسانۍ کار دے او د پښتون د مزاج او نفسياتو ضد دے.

    داوړۍ لهجه: دوې بورۍ راشن چې ووخلي

    ميژ ډېر ګُر پېرې روون وي

    باس ګېلن** مې وي پۀ تراخ شې

    ميژ پۀ هر چا نه وېدون وي

    ميژ ئي خپل مشقت ګري

    غنمينه ئې ارنه وئېر کړل

    مستعمله لهجه: دوه بورۍ راشن چې واخلو

    مونږ پۀ وياړ پسې روان يو

    بس ګېلن مو وي پۀ ترخ کښې

    مونږ پۀ هر چا نه ودان يو

    مونږ يو خپل بازګران

    غنمونه ئې ارنه هېر کړل

    **ګېلن: پۀ مياشتني راشن کښې به هرې کورنۍ ته اتيا کلو اوړۀ او يو ليټر غوړي ) ګېلن( مېلاوېدو؛ نو دلته شاعر طنز کوي چې دا معمولي راشن چې واخلو نو مونږ ته ځانونه ډېر ودان او اميران ښکاري او مونږ ډېر پۀ تکبر کښې روان اوسو. اګرچې مونږ خپل مشقت ګر ) بزګران( يو، ولې دې حالاتو خپل غنمونه هم رانه هېر کړل.

    لکه څنګه مونږ بره ولوستل چې کډوالۍ مونږ د يو نوي ژوند سره مخ کړو؛ پۀ بنو کښې زمونږ هر څۀ بدل بدل وو. دلته زمونږ د مشرانو قدرمنې شملې چې د تکبر او غرور، علاقائي او پښتني شناخت، خودۍ او خود دارۍ او د پوهې او رڼا يو علامت وو؛ هغه مشران اوس پته نۀ لګي چې چرته دي؟ هغه لونګۍ اوس د خلکو نه هېرې شوې دي. شاعر دلته د فقير ايپي نمسي )د ورارۀ زوي( شېر محمد خان ته اشاره کوي چې دوي به د ضرب عضب شروع کېدو نه مخکښې خلکو ته وئيل چې بنو ته کډې مۀ وړئ، زۀ د حکومت سره مذاکرات کوم خو ولې حکومت باندې د ټولې نړۍ فشار ؤ چې اپرېشن به خامخا کوي. نو دا وه چې خلک د شېر محمد پۀ خبرو ايسار شول او پۀ وخت بنو ته کډوال نۀ شول چې پۀ اسانه بنو ته کډه شوي وے.

    داوړۍ لهجه:

    مشرانو ته حېران وم چې شملې وې ئې وهلې

    وېل ئې توس د کلي مه سئ داس قصې وې ئې کولې

    زۀ پۀ دې وېرته حېريون ين

    دستارينه ئې ارنه وئېر کړل

    مستعمله لهجه:

    مشرانو ته حېران وم چې شملې به ئې وهلې

    وې به ئې تاسو د کلي مۀ ځئ داسې قصې به ئې کولې

    زۀ پۀ دې ورته حېران يم

    دستارونه ئې رانه هېر کړل

    پۀ راشن پوائنټونو د بد انتظامۍ ختمولو د پاره حکومت يوه نوې لار راوويسته چې خلکو ته د کلو پۀ حساب د راشن اخستو ورځې وټاکي. بيا د شاعر د کلي وار د جمعې پۀ ورځ راځي چې يو خوا د راشن اخستو غم ئې پۀ زړۀ دے، بل خوا د جمعې د نمانځۀ قضا کېدو غم ئې هم ژړوي.

    داوړۍ لهجه: دې جيمعې ورېځ دې ميژ نۀ وه

    دې شپېژم ورځ دې ميژ نۀ وه

    دې جيمعې ورځ دې ميژ نۀ وه

    خپل لمانځينه ئې ارنه وئېر کړل

    مستعمله لهجه: د جمعې ورځ زمونږ نۀ وه

    د شپږم ورځ زمونږ نۀ وه

    د جمعې ورځ زمونږ نۀ وه

    خپل نمانځونه ئې رانه هېر کړل

    دا اولسي سندره چې مونږ ئې صنف نۀ شو ټاکلے، ولې چا نامعلوم شاعر ليکلې او نامعلوم سندره غاړي پۀ ډېر خوندور اواز کښې زمزمه کړې ده چې هغه وخت پۀ وټساپ (Watsapp) او مېسنجر (Messenger) ډېره Viral شوې وه؛ د اسلوب تر مخه کۀ وګورو نو پۀ دې کښې رواني، سادګي او معنويت پۀ ډېر ښکلي انداز کښې دي. د لهجې تر مخه د داوړ قبيلې لهجه ده. پۀ مستعمله لهجه کښې ئې هغه وزن او رواني نشته کومه چې پۀ مقامي لهجه کښې ده. اګرچې پۀ ځينو ځايونو کښې د ځينو مصرعو وزن بېخي دوګنا شوے دے، ولې چا چې وئيلې ده نو دا نۀ محسوسېږي چې وزن کښې ئې هم څۀ ماتوالے او کم والے زياتوالے شته؛ بلکې مسلسل رواني لري او هسې هم اولسي سندرې صرف اهنګ غواړي او چې زمزمه کېدې شي نو بس!!! اولس ئې خوښوي.

    کله چې د وزيرستان اولس بنو ته کډوال شو نو د معاشي ستونزو سره هم مخ شو، ولې چې کاروبارونه او روزګارونه هر څۀ ئې د ضرب عضب پۀ عملياتو کښې لاړل. پۀ داسې حالاتو کښې د مئينانو د پاره ګرانه شي چې د محبوب فرمائشونه پوره کړي. دا لاندينۍ سندره د مينې او محبت نه علاوه د کډوالو د معاشي ژوند هم پوره پوره عکاسي کوي.

    مقامي لهجه:

    ډېر ارخونده مۀ وېړکيه! چيني وو ګوړې ګرونې دي

    ميژ متاثرين# ئي تو قصې پۀ مميزونې دي

    مستعمله لهجه:

    ډېر راخانده مۀ ووړکيه! چيني او ګوړې ګرانې دي

    مونږ متاثرين يو ستا قصې پۀ مميزانو دي

    #متاثرين: کډوال

    دلته کنايه راوړلې شوې ده چې “چيني او ګوړې ګرانې دي”، يعني معاشي حالات کمزوري دي. دا سندره يو معلوم سندر غاړي وئيلې ده چې ډېره خوښولې شي. دلته يو کډوال مئين د خپل زړۀ خبره کړې ده اوس راځو هغه ادب ته چې پۀ بنو کښې تخليق شوے دے.

    چونکې د وزيرستان خلک سرۀ سپين، ښکلي او ښائسته دي او ولې به نۀ وي چې جغرافيائي طور پۀ داسې علاقه کښې مېشته دي چې معتدل موسم لري. دا ښکلي ښکلي خلک چې بنو ته را کوز شول نو بنو او د خواوشا علاقو ځوانانو او پېغلو دې ښائسته خلکو سره د مينې محبت رشتې او تعلقات جوړ شول او د دې پټو خبرو اظهار اولسي شاعرانو وکړو او ښۀ پۀ نره ئې وکړو؛ ولې چې مينه او مئين هېڅ قېدوبند نۀ مني او نۀ د چا غمازي مني. يو شاعر وائي:

    مقامي لهجه: متاثرين ده،غرسنائ ده،سادګائ ده

    سپين کوچکائ ده،جانان سپين کوچکائ

    مستعمله لهجه: متاثرين دے،غرڅنے دے،سادګے دے

    سپين کوچکے دے،جانان سپين کوچکے دے

    دا سندره هم يو سندرغاړي زمزمه کړې ده چې زما پۀ خيال د سراې نورنګ اوسېدونکے دے. يوه بله سندره:

    زړۀ دې رانه يوړو پۀ سرو شونډو دې خنده وکړه

    واخ متاثرينه ياره! دا دې څنګه غلا وکړه؟

    دا هم يوه مشهوره سندره ده چې زما پۀ خيال رحمان ګل وئيلې ده.

    د کډوالو د ښائست پۀ اړه يوه بله سندره چې پۀ مېسنجر باندې ډېره وائرل شوې وه، څۀ پۀ دې ډول وه:

    بنوڅۍ لهجه: د چګ نري متاثرين سره ئې مينه دو

    اوئ دغه لير دې چا دو، ډنګره تکه سپينه دو

    مستعمله لهجه: د دنګ نري متاثرين سره ئې مينه ده

    دغه لور د چا ده؟ نرۍ ده تکه سپينه ده

    لکه څنګه چې ما ووئيل چې د وزيرستان خلک سرۀ سپين دي او وجه ئې جغرافيه ده چې معتدل موسم لري؛ بل خوا د بنو ګرمي چې هر چا ته معلومه ده نو دا د يخې علاقې نه ګرمې علاقې ته کډه کېدل هم پۀ خپله د کډوالو د پاره لوے امتحان ؤ. څنګه چې نازيه اقبال هم پۀ وزيرۍ لهجه کښې يوه مشهوره سندره وئيلې ده:

    وزيرۍ لهجه: شوول ته روشه! ډېره ګرمي دو

    تۀ څۀ غوړې پۀ باني کشې ګرمي دو

    شوول ته روشه!

    مستعمله لهجه: شوال ته راشه! ډېره ګرمي ده

    تۀ څۀ غواړې پۀ بنو کښې ګرمي ده

    شوال ته راشه!

    نو د دې اپوټه څوک شيرين خپل شيرين ته وائي چې بنو کښې ګرمي ده، رنګ ئې درله خراب کړے دے، نور خپل وطن ته راشه چې رنګ دې خپل ځاے ته راشي:

    پۀ بنو ګل ګرمي ده، رنګ دې ساتي ساتي ده

    را درومه توره لونګينه ياره! متاثرينه ياره!

    وطن ته راشه!

    خو ولې وطن ته څوک بېرته تلے شي تر څو چې ئې ‘وطن کارډ’ نۀ وي جوړ کړے؟ ځکه يو شيرين خپل شيرين ته وائي:

    پۀ وطن کارډ ديدن ته راشه

    لارې کوڅې خو د فوجيانو ډکې دينه

    وطن کارډ جوړول هم څۀ ټوقې نۀ وې! د وزيرستان اوسېدونکو نه علاوه بل چا د پاره ممکنه نۀ وه چې وطن کارډ جوړ کړے شي؛ ولې چې وطن کارډ د پاره د کلي ملک، د نادرا او د فوج تصديق ضروري ؤ. بله دا چې کله به فوج اعلان وکړو چې د پلاني کلي خلک دې اوس را ستانۀ شي، اوس د دوي کلے د ترهګرۍ نه صفا شوے دے؛ د واپسۍ دا اعلان به پۀ کډوالو ډېر خوږ لګېدو، ولې چې د درېو څلورو کالو د دړدېدلي د کډوالۍ ژوند نه پس به وطن ته ستنېدل – نو ځکه وائي:

    څانګه به نن سبا کښې ګل شي

    ما ئې پۀ لاسو کښې ‘ټوکن’ ليدلي دينه

    چونکې د وطن کارډ او وطن ته د واپسۍ د پاره به (FDMA) ټوکن ورکول او د کډوالو رجسټرېشن به ئې کولو، بيا به کلي ته ستنېدل نو دا ټپه مونږ ته د کډوالو خپل وطن ته واپسي او خوشحالي ظاهروي. وطن کارډ يو قسم د وزيرستان ويزه وه. يوه داسې ويزه چې خپل وطن ته به پرې تګ کېدلو!!!

    کله به چې ټوکن ملاو شو او کډوال به د بکاخېل کډوالو کېمپ سره مغربي اړخ ته Staging camp ته را ورسېدل چې د واپسۍ تياريانې به کېدې او هر وګړي ته به وطن کارډ جوړولے شو نو دې کښې به زنانو ته هم وطن کارډونه جوړولے شول او ګوتې به ئې لګولې. دا مرحله هم د قبائلو د پاره قابل افسوس وه ځکه چې قبائل د زنانو پۀ معاملاتو کښې ډېر حساس دي او دا تائيد انګرېزانو هم کړے دے نو دا منظر چې فوجيان ولاړ دي او زنانه ګوتې لګوي، يو شاعر پۀ دې الفاظو کښې بيانوي:

    مقامي لهجه: فوجيون ويلوړ دي جينۍ ګوتې لګوينه

    وطن کارډ جوړوينه – وطن کارډ

    مستعمله لهجه: فوجيان ولاړ دي جونه ګوتې لګوينه

    وطن کارډ جوړوينه – وطن کارډ

    د کډوالۍ هر اړخ اولسي ادب خوندي کړے دے او پۀ هر رنګ عکاسي ئې کړې ده. د بکاخېل کډوالو کېمپ کښې د وورا پروګرام ؤ، يوې زنانه پۀ کښې دا سندره ووئيله چې پۀ خپلو کډوالو باندې ئې طنز هم کړے او پېغور ئې هم ورکړے چې:

    مقامي لهجه:

    سپينې پرچې ئې جوړې کړئې دي راشن ته

    دېئ نۀ دريمي وطن ته، دېغې باني شې خواش دي

    مستعمله لهجه:

    سپينې پرچې ئې جوړې کړې دي راشن ته

    دوئي نۀ درومي وطن ته

    هم دې بنو کښې خوښ دي

    بنو کښې خوښېدل طنزيه وئيلے شوي دي.

    د کډوالۍ ژوند د ماشومانو پۀ ادب باندې هم اثر کړے. د ماشومانو مشهوره سندره چې د اردو د هندسو سره وئيلې شي:

    اېک، دو، تين – دې غرۀ متاثرين

    چار، پانچ، چهـ – راشن ته به راځې

    آټهـ، نو، دس – بکسټ*** دي زبردست

    ***بسکټ: کډوالو ته به د UNHCR چې کوم راشن راتلو نو دې کښې به د خړ رنګ بسکټ هم وو چې ذائقه ئې ښه نۀ وه، ولې د ماشومانو د پاره ډاکټرانو ښۀ يادول.

    د کډوالۍ ژوند چې د وزيرستان پۀ ادب کوم اثر کړے، يو بشپړ تاريخ سازوي خو دې د پاره د باقاعده تحقيق ضرورت دے. هغه اندروني مسائل چې کډوالو ته پېښ شوي وو، کډوالو محسوس کړي خو ميډيا باندې نۀ دي راغلي؛ اړتيا لري چې تحريري بڼه کښې راوستے شي او کۀ څوک محقق پۀ دې پسې لګيا شي نو بلها مواد به پۀ لاس ورشي – ولې چې دا ادب د سوشل ميډيا او مقامي موسيقۍ لۀ لارې خوندي کړے شوے دے. ياده دې وي چې د کډوالو پۀ اړه مشهور سندرغاړي شاه فاروق ډېره پۀ زړۀ پورې او بېباکه شاعري زمزمه کړې ده. دې نه علاوه د سراې نورنګ سندرغاړو هم پوره پوره برخه پۀ کښې اخستې ده او رحمان ګل استاد او نازيه اقبال هم.

     

  • ‘نړيوال تنقيدي معيارونه’: د پښتو ادب ضرورت – بېدار اصلزے

    مونږ کۀ پۀ معاصره انساني علمي شتمنۍ نظر واچوو نو راته ښکاره به شي چې ډېر علمي ډګرونه پۀ خوا چې به د فلسفې څانګې وې، نن د بشپړ سائنسونو حېثيت لري. پۀ دې کښې يوه وجه د دوي د منظمتيا پۀ طرف تلل او ځانګړي Methodologies خپلول وو – دا Methodologies کۀ يو خوا پۀ خپله د تنقيدي شعور زېږنده وي نو بل خوا دوي پۀ نولسمه پېړۍ کښې تنقيدي تهيوريو ته هم يوه داسې لار سمه کړه چې معاصر تنقيدي معيارونو پۀ ځان کښې دننه د بشپړ فلسفيانه او علمي نظامونو بڼه خپله کړه او چې دا تنقيدي معيارونه نۀ يواځې دا چې د فنپارې کره کوټه معلوموي، بلکې د فنپارو دننه د حقيقت (Reality) امکان او دې ته د رسايۍ هڅه هم کوي او د دې هر څۀ پۀ شا د دې هغه Epistemological اړخ پۀ پام کښې ساتل ضروري دي چې د دې معيارونو ارزښت ئې لا اوچت کړے دے.

    پښتو ادبيات تر دې دمه ډېر کم پۀ داسې سنجيده تنقيدي معيارونو تللے شوي دي. لۀ بده مرغه دلته تر د Ph.D. لېول څېړنو کښې هم عمومي رجحان دا پاتې شوے دے چې پۀ تهيورۍ شخصيت دروند وګرځي، يا داسې وئيل به هم مبالغه نۀ وي چې شخصيت اول راخستے کېږي او بيا د ناپ د پاره ورته کوټه ګزونه تيارولے کېږي. اوس د دې کله هم دا مطلب نۀ دے چې شخصيتونه پۀ څېړنو کښې کوم رول نۀ لري، خو ولې د شخصيتونو څېړنه او د هغوي د کارونو او زيارونو لوست، کره کوټه معلومول او ستائيل به مونږ نه د کره تنقيدي معيارونو تقاضه کوي او دا ډول معيارونه دلته کۀ پۀ نيشت حساب نۀ دي؛ ولې يا خو کوټه دي او يا ئې حېثيت ثانوي پاتې شوے دے. نو پۀ داسې حال کښې کۀ مونږ پۀ رښتيا د پښتو ادبياتو معيار اوچتول غواړو او يا ئې د نړيوالو د څېړنو )پۀ ځانګړې توګه د اکادميک څېړنو( وړ ګرځول غواړو نو تر هر څۀ زياته اړتيا به تنقيدي شعور ته لرو چې پۀ دې لړ کښې نړيوال تنقيدي معيارونو ته پاملرنه ډېره مهمه ده.

    زما مخې ته د سميع الدين ارمان هم داسې يو زيار ‘نړيوال تنقيدي معيارونه’ پروت دے چې پۀ دې ليکنه کښې به پۀ دې او دې سره د پښتو متعقله صورت حال باندې يو څۀ خبره کوم.

    انسان چې پۀ فطرتي توګه د قياس ارايۍ (speculation) خصلت لري او د دې خصلت تر مخه هغه مجبور دے چې سوال وکړي او بيا د خپل سوال ځواب ووائي، تر دې دمه انساني علمي شتمني پۀ يو ډول د هم دې عمل نتيجه ده. انسان سوال پورته کړے دے او بيا ئې ځواب ورته وئيلے دے او داسې ئې خپله رايه قائمه کړې ده. مونږ کۀ د انسانانو پۀ دې علمي شتمنۍ نظر واچوو نو و به ګورو چې دوي د مخصوصو معيارونو تر مخه چرته چرته دا سوالونه ادبيات ګرځولي دي او چرته چرته ئې پۀ دوي ورکړې رايې او ځوابونه – د درجه بندۍ (categorization) دا معيارونه د ادبي تنقيدي معيارونو پۀ نوم پۀ دې ستره شتمنۍ کښې پېژندلے شي.

    دراصل دا هم د انسان د speculation يوه برخه خو ده چې پۀ خپلو سوالونو او د هغوي پۀ ځوابونو او رايو ئې هم رايې قائمې کړې دي او بيا کۀ مونږ وګورو نو د دې محرکات (Motives) هم ډېر ښکاره دي لکه چې يو انسان ولې سوال ولري؟ ولې ځواب ورته ووائي؟ او هم داسې د دې سوالونو او ځوابونو دې نوعيت، ساخت، ارزښت او افاديت څۀ وي؟ هم داسې دا محرکات بيا دا تنقيدي معيارونه هم پۀ دوه ډولونو وېشي: يو ډول تنقيدي معيارونه ‘د تخليق ټولنيز ارزښت’ يا ‘افادياتي بڼه’ پۀ پام کښې نيسي او دا بل ډول ټول پۀ ټوله د تخليق، لوست او څېړنو پۀ لړ کښې اساسي حېثيت لري؛ چرته چې پۀ نوعيت، بنياد، ساخت، سرچينې او ارزښت خبره کېږي او يا ورته لارې سمولې کېږي. د پښتو پۀ تنقيدي مېدان کښې عموماً د اول ډول تنقيد ته پاملرنه شوې ده او دا دوېم ډول تنقيد دلته پۀ نوو ليکنو کښې خال خال موندلے کېږي. د تنقيد دا دوېم ډول د Epistemology سره د لرغوني او ژور تړون پۀ بنياد دے. Epistemology د فلسفې يوه بنيادي څانګه ده چرته چې د علم پۀ نوعيت، ساخت، حېثيت او امکان خبره کېږي او نن سبا د دې رول او ارزښت د څېړنو پۀ لړ کښې لا زيات شوے ځکه دے چې د څېړنو پۀ لړ کښې بنيادي سوال چې کوم را پورته کېږي، هغه يوې موضوع ته د رسايۍ د Epistemology وي او د فلسفې پۀ تاريخ کښې دا Epistemology او ادبي تنقيد سره څنګ پۀ څنګ يا د يو بل پۀ اساس را منځ ته شوي دي. د ادبي تنقيد جرړې چې تر لرغوني يونان رسي او ارسټوټل (Aristotle) ئې پۀ باقاعده ډول اولنے نقاد منلے شي، خو ولې د هغۀ نه هم يو څۀ زمانه وړاندې يو Pre-Socratic Philosopher زينوفېنيز (Xenophanes) د شاعرۍ پۀ نوعيت خبره کړې وه. هغۀ در اصل د يونان مشهور شاعرانو هومر (Homer) او هيسيوډ (Hesiod) سره پۀ دې اختلاف لرلو چې خدايان بېخي دا ډول اخلاقي غورځېدلي نۀ دي لکه چې دوي را پېژندلي دي ]چې وروستو د هغۀ د دې نظر اغېزه پۀ پلېټو (Plato) هم لېدې شي[، بلکې د عقل تقاضه دا ده چې خداے دې يو وي او کوم چې به پۀ هېڅ ډول انسانانو سره ورته والے نۀ لري او داسې ئې شاعري هم الهامي نۀ ګڼله، ځکه چې د هغۀ پۀ خيال خداے کله هم داسې کول نۀ غواړي چې پۀ انسانانو کوم حقيقت را نازل کړي او بيا کۀ د کوم شاعر پۀ تيارۀ کښې غشے رسا ولګي هم، نو د دې هېڅ کله دا مطلب نۀ دے چې دا کوم حقيقت دے، بلکې دا يو څۀ داسې شے دے چې حقيقت ته نزدې (truth-like) دے او بيا زياتوي چې دا حقيقت ته نزدې يو څۀ کله هم مونږ پۀ ماضي کښې نۀ شو موندلے، بلکې مونږ ته پۀ خپل راتلونکي کښې ئې لټون پکار دے او داسې د پرون د شاعرانو هېڅ وېنا زمونږ د پاره حقيقت ته نزدې يو څۀ نۀ دي. زينوفېنيز پۀ دې وېنا د Epistemology پلار هم ګڼلے شي او د ادبي تنقيد پۀ بنسټګرو کښې هم شمارلے شي او دا مونږ ته را ښائي چې د تنقيد او د Epistemology دا تړون ډېر لرغونے دے؛ خو ژور هله شو کله چې شوپنهاور (Schopenhauer)، کوم چې کۀ څۀ هم ډېره اغېزه د کانټ (Kant) نه اخستې وه؛ خپل غېر منطقي، بې سمته او اواره خو سوچه ‘Will’ پۀ Reason مقدم وګڼلو او د phenomenal دنيا د کنټرول کولو جوګه ئې وګرځولو نو داسې ئې Aesthetics ته د مرکزيت ور پرانستلو ]د کوم نه چې يو رجحان داسې هم جوړ شو چې تقريباً نيټشے (Nietzsche) او برګسان (Bergson) غوندې د نولسمې پېړۍ پۀ continental فلسفيانو را تېر شو او تر شملې پېړۍ نۀ يواځې دا چې ئې ځان را ورسولو، بلکې د بشپړتيا پۀ طرف ئې هم چټک ګامونه پورته کړل[. نو داسې مونږ سره يو ډول هغه تنقيدي معيارونه وو چې د ځانګړې بشپړه Epistemological Theory نه شته شوي وو: لکه د پلېټو، ارسټوټل، يا د Medieval دورې د فلسفليانو فلسفو نه او يا د کانټ او هېګل (Hegel) فلسفيانه نظامونو نه؛ او دا بل ډول داسې تهيورۍ دي چې خصوصاً پۀ شمله پېړۍ کښې شته شوې دي او کومې چې اساسي حېثيت د تنقيدي تهيوريو لري خو ولې پۀ وړاندې مزل پۀ ځان کښې دننه د يو بشپړ Epistemological نظام ښکارونه کوي او يو څو مثالونه ئې Deconstruction, Reader-Response Theory او يا New Historicism دي. تر دې چې Feminist Criticism هم، کوم چې عموماً سياسي يا ټولنيز ادبي خوځښت ګڼلے شي، د Hélène Cixous د کنټريبوشن تر مخه Epistemology سره شراکت لري. د هغې پۀ خيال چې انساني سوچ لکه ‘شپه – ورځ’، ‘سپين – تور’، ‘پوست – کلک’ يا ‘زړور – بې زړۀ’ غوندې پۀ اپوزيشنز (Oppositions) باندې ودرول (Construct) شوے دے او د اپوزيشنز پۀ دې درجه بندۍ کښې بيا ښځه پۀ کمزورو او سړے پۀ زورورو علامتونو سره را پېژندل شوے دے نو بايد ښځې دې داسې ادب تخليق کړي چې دا ودرول شوے سوچ ونړوي. البته زۀ دلته پۀ هرې تهيورۍ ځان ځان له خبرې کول مناسب نۀ ګڼم، ځکه چې پۀ دې حوالې سره بحثونه به لوستونکي پۀ دې کتاب ‘نړيوال تنقيدي معيارونه’ کښې ولولي؛ خو ولې کومې نکتې چې زۀ مخې ته راوړول غواړم، بايد د لوست پۀ وخت ئې پۀ پام کښې وي.

    زما غرض چې د معاصر تنقيدي معيارونو د Epistemology سره نزدې تړون ښکاره کول او پۀ دې اساس د دې معيارونو ارزښت پۀ ګوته کول دے، نو داسې ضروري ګڼم چې د بره ياد دواړو ډولونو نه يو يو مثال راوړم.

    د اول ډول مثال به مونږ د کانټ فلسفيانه نظام را واخلو. د کانټ ټول فلسفيانه کار د هغۀ درې Critiques )کوم چېCritique of Pure Reason, Critique of Practical Reason او Critique of Judgment دي( کښې راټول دے. دا پۀ اصل کښې د هغۀ د Mind د څېړنو درې کېټيګرۍ دي چې د يادو Critiques سره پۀ ترتيب کښې Knowing, Willing او Feelings دي. د کانټ اول Critique د هغۀ د ټول فلسفيانه نظام پۀ تشکيل کښې اساسي حېثيت لري – دې ياد Critique کښې کانټ Epistemology تشکيل کړې ده او پاتې دوه Critiques چې د اخلاقياتو او جمالياتو مباحث پۀ کښې دي، د هم دې Critique پۀ بنياد ولاړ دي. کانټ پۀ اولني Critique کښې د Empiricism او Rationalism سره پۀ ځاے د بوتللو هڅه کوي او خصوصاً چې دواړو انتهاګانو کانټ د کوم تجسس سره مخ کړے ؤ، د هم هغې د حل کولو هڅه کوي. د کانټ بنيادي سوال پۀ دې لړ کښې دا ؤ چې ‘How synthetic judgements a-priori are possible?’ د کوم نه چې د هغۀ مراد ؤ چې زمونږ پۀ تجربو اډاڼه مشاهدات Universal او Necessary ولې دي؟ لکه مثال ورکوي چې 5+7 هر ځل او هر چرته 12 ولې دي؟ کانټ د دې د پاره د Knowing پۀ برخه کښې کار کوي او پۀ درېو نورو برخو ئې وېشي چې Sensibility, Understanding او Reason دي. د کانټ د نظام دا بحث کۀ څۀ هم مشکل نۀ دے خو اوږد ضرور دے او د ليک د اوږدېدو د وجې زۀ د هغۀ د دې نظام سر سري خاکه وړاندې کوم.

    کانټ د خپل سوال د ځواب پۀ لړ کښې وائي چې زمونږ هر Perception د ګڼ شمېر Sensations نه شته کېږي او دا Sensations د نامعلوم causes زېږنده دي ]کوم ته چې کانټ بيا Things in themselves وائي او کوم چې پۀ ټوکرۍ کښې لکه د ګډ وډ پرتو توکيو پۀ مثال وي[. هر کله چې زمونږ Perception جوړېږي نو زمونږ د Mind دوه مهم Intuitions ‘زمان’ او ‘مکان’ پۀ دوي لاګو کېږي، کوم چې دوي ته يو خاص ترتيب ورکوي او داسې هغۀ بيا د Mind يوې بلې برخې Understanding ته ور وړاندې شي کوم چې بيا د Quality, Quantity او Relations د دولس کېټيګريانو تر مخه زمونږ د پوهېدو ) ادراک کولو( کښې مرسته کوي. د کانټ د را پورته کړي سوال د ځواب پۀ لړ کښې د دې عمل مثال ستاسو پۀ لاس کښې کتاب واخلئ؛ دا کتاب چې تاسو ګورئ نو دا ګڼ شمېر Sensations دي کوم چې د بهر نه تاسو تجربه کوئ او هم چې تاسو ته يو کتاب ښکاري او هم تاسو ئې ادراک کوئ چې کتاب دے نو پۀ دې کښې د ستاسو د Mind بېلابېل Intuitions کار کوي او داسې دا پۀ يو وخت هم Synthetic او هم a-priori دے؛ او يا پۀ نورو لفظونو کښې چې يوه مشاهده پۀ ځان کښې دننه هم د تجربې پۀ اساس ده او هم د Mind د مخصوص ساخت تر مخه ده. کانټ هم دغه سوال Aesthetics ته هم راوړي او هلته هم دې ته د خپلې Epistemology پۀ بنياد ځواب وائي. کانټ غواړي چې څنګه لکه د Rationalist مفکرينو د ښکلا Universality پۀ ځاے وساتي او هم لکه د Empiricist ئې Subjectivity هم. کانټ د ښکلا پۀ لړ کښې د عمومي ادراک د عمل د درو پړاونو ]اول: د Sensations پۀ زماني او مکاني وجدان Perception جوړول؛ دوېم: دا Perception يو عکس ته اړول او بيا درېم: د عکس د Conceptual چوکاټ کښې درجه بندي کول او بشپړه ادراک کول[ پۀ ځاے د دوو پړاونو حسي عمل ګڼي ]يعنې د اول او دوېم[ او د کانټ پۀ لفظونو کښې دا داسې بيان دے؛ There is no science of the beautiful, but only critique. کانټ پۀ دې بنياد د “ادب د پاره د ادب” پلويانو کښې Romanticism ته زمکه هواروونکو نه ؤ. مونږ کۀ وګورو نو د کانټ پۀ نظام کښې اول پۀ بشپړه ډول Epistemology شته شوې ده او بيا پۀ هغۀ ولاړه تنقيدي تهيوري. د دوېم ډول مثال د پاره به پۀ بره کرښو کښې ياد د Feminist Criticism مثال بس وي، کوم چې يوه تنقيدي تهيوري هم ده او ځان له Epistemology هم.

    تر دې دمه بحث نه به لوستونکو ته د تنقيدي تهيوريو د Epistemology سره دا دوه ډوله تړون او د معاصر تنقيدي معيارونو بشپړتيا اندازه شوې وي، خو بيا هم پۀ دې لړ کښې يو څو نورو مهمو نکتو ته هم د لوستونکو پام را ګرځول ضروري ګڼم. پۀ دې لړ کښې يوه نکته خو دا ده چې د تنقيد او د Epistemology تعلق وخت پۀ وخت پۀ بېل بېل ډول پاتې شوے دے لکه چې ما د دوي دواړو تعلق پۀ حوالې سره د زينوفېنيز يادونه کړې وه د هغۀ پۀ زمانه کښې او ځکه د هغۀ پۀ وېنا کښې هم پۀ شاعرۍ نقد پۀ داسې ډول اختياري نۀ ؤ لکه کوم چې معاصر تنقيد کښې دے – لرغوني يونان کښې برعکس لکه د نن شاعري، نثر او عمومي ليک يا فکشن او نان فکشن غوندې درجه بندۍ واضحې نۀ وې. هلته هومر او اېميډېکليز (Empedocles) دواړو ليکل منظوم کړي وو، البته دا بيا ارسټوټل ؤ چې دا ئې بېل کړل او فرق ئې واضح کړو چرته چې هومر يو شاعر او اېميډېکليز يو Physicist وګرځېدو او داسې پۀ دا زمانه کښې دا ډول تړون پۀ يوه حواله جبري ؤ، او بيا برعکس د دې پۀ معاصر ادبي تنقيدي تناظر کښې دا اختياري دے او د دې هم دې بڼې دا ځان کښې دومره بشپړ کړے چې نۀ صرف د تخليق پۀ حوالې سره خبره کوي بلکې ټول پۀ ټوله Epistemology تشکيلوي. پۀ دې لړ کښې دوېمه نکته دا ده چې عموماً د تنقيدي تهيوريو درجه بندي هم پۀ دوه ډوله شوې ده چې يو ته Extrinsic Criticism او بل ته Ontological Criticism وئيلے شي او د کومو يادونه چې پۀ څۀ نه څۀ بڼه د سميع الدين ارمان د کتاب کليدي ليکنې ‘نړيوال تنقيدي معيارونه’ د سر پۀ کرښو کښې هم شوې ده – لکه چې ليکي:

    د نولسمې او شلمې پېړۍ د تنقيدي جهان ځيرکه لوستنه دا يوه نکته را برڅېروي چې دلته دوه مکاتب فکر شتون لري: يو نظر/فکر/خيال مرکزي ټولګے دے چې دوي د ادب د زېږون لاملونو، تشکيلاتو او د نورو علمياتي مېدانونو سره د تړون/ پېوستون پۀ باب له مباحث مخ پۀ وړاندې بوځي. د ادبي جوهر د کاروونې سياسي، اخلاقي او سماجي انځورګرۍ د نوعيت/ ماهيئت/ علميت رنګونه او د رنګونو امتزاجونه رامنځ ته کوي…

    بل ټولګے د عملي تنقيد کوونکو دے. دوي د متن مرکزي رويه خپله کړې ده، د دقيق/ متنوع/ ازاد لوست پلويان دي خو تر دې حده نۀ چې د ماتن/ تخليقکار وجود ترې نه ټول پۀ ټوله بهر کړي…

    د ماقبل الذکر ټولګي د زيار پۀ نوعيت کښې فکري/ فلسفيانه نظري څرکونه ډېر ښکاره دي او د مؤخر الذکر ټولګي پۀ کار زيار کښې د يادو متنوع فکري مباحثو اطلاق/ تنفيذ/ تشکيل زيات برڅېر دے.

    خو دلته زۀ دا نکته ښکاره کول غواړم چې زۀ د تنقيد او د Epistemology د کوم تعلق خبره کوم، دا بېخي هغه هم نۀ دے کوم چې خصوصاً پۀ دې کتاب کښې د تنقيد پۀ اولني ډول کښې پۀ ‘علمياتي مېدانونو’ او ‘علميت رنګونه’ ياد شوے دے؛ دا دراصل هم هغه ډول Epistemology ده چې پۀ فلسفيانه نظامونو کښې خپلواکه بڼه لري او تنقيدي تهيورۍ پرې ولاړې دي لکه چې بره مو ورته اشاره کړې وه چې د پلېټو يا ارسټوټل يا د Medieval دورې د فلسفيانو او يا د کانټ او هېګل نظامونه، او هم داسې دا Epistemological تړون داسې هم نۀ دے لکه چې د Ontological Criticism برخه وي؛ ځکه چې Ontology چې د حقيقت (Reality) پۀ حوالې سره خصوصاً being and existence د سوالونو د ځوابولو هڅه ده چې يو ځاے پۀ خپله Epistemological سوالونو سره پۀ مخ شي: لکه چې کۀ مونږ دا منو چې حقيقت مادي (Material) دنيا ده يا تصوراتي (Mental) دنيا ده يا څۀ نور څۀ ده، نو يو ځاے به خامخا سوال دا هم بيا پورته کېږي چې مونږ څنګه پوهېږو چې حقيقت مادي يا تصوراتي يا څۀ بل څۀ دے؟ او دې سوال ته ځواب به Epistemology وائي. معاصره Epistemology عموماً ټوله او خصوصاً د ننني تنقيدي معيارونو تر مخه زمونږ پۀ وړاندې يوه داسې بڼه لري چې د Ontology شتون ور پۀ کښې لازمي نۀ دے، البته Ontology اوس هم چرته نه چرته خامخا Epistemological سوال ته راګرځي. د دې مثال مونږ سره پۀ دې تهيوريانو کښې هم پۀ خپله موجود دے لکه Feminist Criticism چې Epistemology سره خو شراکت لري خو ولې سوچه Ontological مباحثو کښې نۀ پرېوځي. د دې برعکس Reader-Response تهيوري واخلئ چې هم پۀ کښې د Reader دا Response هم Ontology ده او هم Epistemology ده. دلته د لوستونکو پۀ ذهنونو کښې سوال دا هم را ګرځېدے شي چې کۀ د Ontology بحث پۀ Epistemological سوال ودرېدے شي نو ولې د Epistemology بحث تر Ontology نۀ غزېږي؟ نو د دې سوال ځواب داسې ممکن دے چې معاصر فلسفيانه نظامونه تقريباً د کومې Objective Reality د معلومولو پۀ ځاے پۀ Phenomenal دنيا تشکيل شوي ساخت باندې د پوهېدو هڅې او د هغوي د سرچينو لارې څاري کوم چې سوچه Epistemological بحث دے.

    تر دې دمه د بحث نه زما مطلب د معاصر تنقيدي معيارونو پۀ لړ کښې هم دا نکته را برڅېره کول وه چې د تنقيد پۀ دې دوه ډوله عمل ]عموماً ټول پۀ ټوله تنقيد او خصوصاً پۀ معاصر تنقيدي معيارونو[ کښې دې بايد Epistemological اړخ د پامه نۀ غورځولے کېږي او بيا دا ځکه هم چې دا مونږ ته د Aesthetics پۀ بنياد ولاړه Reality ښائي او کۀ نۀ، خو ولې د Aesthetics پۀ بنياد پۀ شته Reality د پوهېدو او رسېدو امکانات ضرور پۀ ګوته کوي او داسې دا مونږ پۀ دې نتيجه هم رسا رسوي چې د ادب پۀ تخليق، لوست او څېړنو کښې د داسې تنقيدي معيارونو څومره مهم رول کېدے شي.

    اوس چې مونږ پښتو ادبياتو ته نظر وکړو نو داسې ډېر کم پۀ نظر راځي چې د ادب د تخليق، لوست او څېړنو پۀ لړ کښې دا ادبي تنقيدي معيارونه پۀ سنجيده توګه پۀ پام کښې ساتلے شوي وي. کۀ پۀ دې لړ کښې د پښتو د يوې لنډې دورانيې د اکېډمک څېړنو يوه جائزه يواځې د هغوي د رېسرچ سوالونو نه هم واخلو نو د دې رويې يوه statistical اندازه به زمونږ مخې ته راشي. هم داسې کۀ اکېډمک syllabi هم د تنقيد د مضمون پۀ حوالې سره وګورو نو شايد چې دلته د پښتونخوا د هائي اکېډمک رېنک پوهنتون ‘پېښور پوهنتون’ د M.A English Syllabus کښې هم د تنقيد مضمون د T.S. Eliot نه وړاندې تللے نۀ دے او بيا پښتو خو پۀ دې لړ کښې د اردو زده مباحثو پۀ رحم و کرم روانه ده او پۀ خپله د M.A اردو Syllabus تر مخه د تنقيد د مضمون کورس کونټنټس د فرسودګۍ تر څنګ دومره معتصبانه دي چې ټول مشرق ئې يواځې پۀ شمار شپږو اردو دانانو ته د ‘مشرقي نقاد’ پۀ نوم را ټول دے او بيا پاتې نور کسر خو هسې هم ‘ارسطو سے ايليټ تک’ پوره کړے دے!!!

    بهرحال، پۀ دې کښې يو خنډ د پښتو ژبې د سياسي واک نه لري والے دے. اوس بر عکس د دې هر څۀ، د پښتو ژبې ليکوالان د خپلې ژبې علمي شتمنۍ د پاره خپل زيار د يو متبادل پۀ توګه هم باسلے شي او بيا د نن غوندې د سهولتونو پۀ دور کښې خو دا هېڅ ګرانه هم نۀ ده؛ خو ولې دلته هم ترجيحات د ډېر لنډ مهاله نتائجو پۀ دام کښې ګېر دي. د پښتو هر لس چاپ کېدونکو کتابونو کښې شايد پۀ تواتر يو کتاب د ‘ادبي تنقيد’ نۀ وي او پۀ سلو کښې بيا لکه د پروفيسر راز ‘کاسمک سيکسوليزم’ شايد کۀ يو چاپ هم شي، کوم چې خپله تنقيدي تهيوري ځانګړې Epistemology او بشپړه Ontology ولري. دا ټول صوت حال دوه خبرې ډېرې ښې پۀ ډاګه کوي: يوه دا چې پۀ پښتو کښې د تنقيد پۀ حوالې سره کار انتهائي کم دے او دوېمه دا چې کېدونکے کار چې زياتره برخه ئې تخليق ده، پۀ دې کښې به تنقيدي شعور عام کول وي او د دې دواړو خبرو پۀ اعتراف دا ضرورت لا شدت اخلي چې پښتو ادبيات د نړيوال تنقيدي معيارونو اګاهۍ ته انتهائي اړتيا لري. څو کۀ مونږ خپل ادبي معيار اوچتول غواړو او خپل ادب ته د نړيوالو پام را ګرځول غواړو نو بايد پۀ دې لړ کښې سنجيده کار وکړو.

    د سميع الدين ارمان ‘نړيوال تنقيدي معيارونه’ پۀ دې لړ کښې مونږ سره د تنقيد پۀ حوالې سره د ايجوکېټ کېدو د پاره يو متبادل دے او کوم چې دلته ځائي د تنقيد اکېډمک کورسز ]خصوصاً د اردو، پښتو او تر دې چې د انګلش د اېم اے د تنقيد مضمون[ نه Updated Contents لري او خصوصاً د دې کتاب کلېدي مضمون ‘نړيوال تنقيدي معيارونه’ د دې کار ذمه تر سره کوي.

    هم داسې د دې کتاب نورې ليکنې د پښتو د معاصر ادب پۀ بېلابېلو مضوعاتو مقالې يا پۀ کتابونو ليکلې شوې سريزې دي، کومې چې د هم دې تنقيدي معيارونو پۀ اطلاق بشپړه شوې دي چې د دغه معيارونو د practice نمونې دي.

    د دې کتاب يو بل مهم اړخ دا هم دے چې دا ډېره ‘Data زدګي’ هم نۀ ده لکه ليوټارډ (Lyotard) چې د کمپيوټر پۀ راتګ سره ورته اشاره کړې ده؛ د هغۀ د وېنا تر مخه ‘علم اوس د Data بڼه خپله کړې ده چې پۀ زيات تشهير زياته خرڅېږي يا پۀ نورو لفظونو کښې چې دا کتاب محض Data Collection يا Copy, Paste نۀ دے چې پۀ شا ئې د کوم تشهير اغېزه وي او يا د کوم تشهير غرض ]او تشهير پۀ معنٰي د درېمګړو د مفاداتو پالنه ده[ او د دې پته پۀ کتاب کښې ځاے پۀ ځاے موضوعاتو ته اپروچ نه هم پۀ ښه توګه ښکاري، لکه چې يو دوه ځايه ليکي:

    پۀ مصاصر تنقیدي ډسپلن کښې نقل، تقلید، سرقه، استفاده، توارد او سلف پلېجرازم د بېن المتونیت د تهیورۍ پۀ وسیله ثابتېږي. پښتو ادب کښې د دې کوټلي عملي مثالونه لا هم د پښتو پۀ تنقید کښې تقریباً معدوم دي.

    يا

    پۀ اردو/پښتو/هندي/عربي او فارسي ادب کښې دا سوال هم ډېر مهم دے چې دلته مابعدجديديت د جديديت نه اول راغلے دے خو د دې اثبات لۀ پاره کُلي عملي ادبي استدلال لا هم پۀ يو مجموعي او اتفاقي صورت نۀ دے خپل شوے. دې مفروضې ته کۀ عملي جامه واغوستې شي نو د مشرق او مغرب د ادبي رجحاناتو يو قابل اعتبار تقابل به ممکن شي.

    او يا

    ‘د پښتو ادبي صنفي بيانيه: اوسمهاله رجحانات’ پۀ مقالې کښې ‘د پښتو د غوره کړے شوو ناولونو بحث’.

    او بيا دا ډول هڅې ئې پۀ دې هم مهمې دي چې پۀ پښتو کښې د داسې بحثونو د رواجولو او مخ پۀ وړاندې وړلو د پاره سوالونه هم پرېږدي او هم داسې لوستونکي ته د وړاندې تګ ډائرېکشن هم ورکوي. خو بيا هم زۀ چې پۀ پښتو کښې د داسې بحثونو د يوې بشپړه Pedagogy )دا دلته پۀ معنٰي د عمومي ګائيډ نويسۍ نۀ بلکې منظم تحقيقي او تنقيدي زيار[ ضرورت ته ګورم، چرته چې پۀ يو يو معيار تفصيلي ليکنو ته اړتيا ده نو پۀ هغه حواله دا کتاب يو چونګ دے. در اصل دا مايوسي د پښتو ادب پۀ ځولۍ کښې د داسې موضوعاتي مباحثو د کمبوت وجه ده چې پوره کول ئې د داسې يواځيني ‘نړيوال تنقيدي معيارونه’ د چاپ کار نۀ دے، البته بيا خوشبيني دا ده چې شايد پۀ داسې هڅو پۀ راتلونکي کښې داسې مباحث رواج وموندي.

    د دې کتاب پۀ لوست کښې دا امکان هم شته چې د موضوعاتي پېچيدګيو د وجې لوستونکي يو څۀ ستونزو سره مخ شي او روان لوست ئې ورته اسان نۀ وي. د دې هم دوه، درې مهم وجوهات کېدے شي: يوه وجه خو ئې دا ده چې د نړيوال تنقيدي معيارونو زياتره موضوعات Paradoxes ښکاري ]ضروري نۀ ده چې وي هم[ چرته لوستل ئې ژور نظر او ويښ مازغۀ غواړي. دوېمه وجه ئې دا ده چې معاصر تنقيدي معيارونه نۀ يواځې دا چې دنيا ته پۀ غېر روايتي انداز ګوري بلکې ژبه هم انتهائي Technical کاروي او د کوم د مخه چې دا امپريشن هم ورپسې عام شو چې معاصره مباحث د اولس د منځ نه د چايو د کپو تر څنګ د اکېډيميشنز پۀ مېزونو را ټول شول، نو پۀ دې لړ کښې بايد چې لوستونکے دې يو څۀ بنياد نه ضرور خبر وي. هم داسې د دې درېمه وجه پۀ پښتو ژبه )او لکه د پښتو سياسي واک نه پردۍ او استمعار مختورنې کړې ژبو( کښې د ليکلو ده. دلته دا ډول ليکل يو څۀ د اضافي کړاو کار دے او دا ځکه هم چې يو خوا داسې ليکنې Technical ژبه غواړي نو بل خوا بېلابېلو موضوعاتو ته د اپروچ کولو پۀ وخت ليکوال د خپل biases د مخه هم مجبور وي. اوس څومره پورې چې د biased کېدو خبره ده نو دا د ليکوال پۀ زدکړې، سياسي نظريې او ټولنيز حېثيت اډاڼه لري، چرته چې يو صحت مند سياسي ماحول ته سخته اړتيا وي او بيا څومره پورې چې د Technical ژبې خبره ده نو پۀ دې لړ کښې د ژبې سره متعلقه ادارې خصوصاً اکېډمک مرکزونه پۀ مشترکه توګه د منظم ماحول پۀ را جوړولو د دې د پاره اتهاريټيو زيار باسلے شي؛ کوم چې د يوۀ کس، د يوې ادارې، د يوې ناستې، د يوې ورځې او تر دې چې د يوۀ کانفرنس يا د ورک شاپ کار نۀ دے. بايد پښتانۀ دې د خپلې ژبې د شتمنۍ پۀ لړ کښې د دې غټو خنډونو څۀ چاره وکړي. عموماً د ليک پۀ وخت زۀ هم د ټيکنيکل ژبې د ستونزې سره مخ کېږم )چې دا ليکنه ئې پۀ خپله يوه ښکاره بېلګه ده(. نو برعکس د پښتو د عموماً ليکولانو )چې دوه لارې خپلوي: يوه دا چې د انګلش پۀ ځاے د عربي، فارسي يا اردو ژبو اصطلاحات را مخې ته کړي او يا بيا د ځانه پښتو کښې ئې نوي اصطلاحات متعارف کړي چې پۀ دواړو صورتونو کښې تر ډېره داسې شوي دي چې اصطلاحات ګڼ شي او کنفيوژن ترې خور شي(، زۀ د انګلش اصطلاحات نېغ پۀ نېغه هم هغه شان کاروم او دا ځکه هم چې زۀ نۀ خو د نوو اصطلاحاتو د متعارف کولو کومه پوهه لرم او نۀ مشرقي ژبو سره دومره اکېډمک وابستګي چې هلته د رائج اصطلاحاتو پۀ رګ و رېښه پوې شم او دا ومنم چې زۀ دا څۀ وئيل غواړم، دا اصطلاحات هم پۀ رښتيا داسې معنې لري او بيا د دې پۀ شا زما يو بل غرض دا هم دے چې لوستونکے د انګلش اصطلاحات کۀ پۀ مشين ولټوي نو خورا تعريفونه او وضاحتونه به ورته مخې ته راځي، پۀ نسبت د اردو يا فارسي اصطلاحاتو – خو بيا هم زما پۀ داسې کولو اکثر د لوستونکو لۀ خوا شکايت شوے دے چې هغوي ته پۀ روان لوست کښې ستونزه پېښېږي! هم داسې ستونزه به د ارمان لوستونکو ته هم وي چې برعکس لکه زما زۀ داسې ګڼم چې سميع الدين ارمان پۀ ليکونو کښې دا مسئله تر ډېره حده داسې نۀ ده، ځکه چې هغه د پښتو تر څنګ عربي، فارسي او د اردو ژبو اګاهي لري او بلکې وجه ئې هم ډېره زياته هم دا ښکاري کوم چې د فرانسس بېکن (Francis Bacon) د څلورو idols نه يو Idol of Market Place دے. داسې دا ډېره مهمه ده چې ارمان دې د ليک پۀ وخت د ليک د انداز او ژبې پۀ لړ کښې د خپلو لوستونکو دا خيال ضرور وساتي د کومو د ايجوکېټ کولو د پاره چې هغه د يو صحتمند متبادل ‘حېثيت’ لري.

     

  • د مينې، شرافت او شفقت نه ډک انسان:ميا محمد سرير – عاصم رياض

    ميا محمد سرير چې د عوامي نېشنل پارټۍ د مرکزي جنرل سېکرټري ميا افتخار حسېن مشر ورور ؤ، انتهائي شريف او لۀ مينې ډک انسان ؤ.

    هغۀ سره زما وړومبے ملاقات پۀ پېښور صدر کښې شوے ؤ. هغه ورځو کښې دهشتګردي ډېره زياته وه او ميا افتخار حسېن ته به هم د دهشتګردو لۀ خوا ډېرې دړکې راتلې. ميا سرير صدر بازار کښې پياده روان ؤ او ما دا وګڼل چې لکه دا ميا افتخار حسېن دے. ما لۀ ورايه اواز ورکړو، ‘ميا صاحب! سلام علېکم!’

    هغۀ ډېر پۀ مينه زما سلام واخستو او ډېر پۀ روڼ تندي راسره ملاو شو. هغۀ زۀ نۀ پېژندم او چې کله ئې رانه تپوس وکړو او ما ورته ووئيل چې زۀ د خداے بخښلي ادريس کمال ورارۀ يم نو يو ځل بيا ئې خپلې سينې ته را جوخت کړم او راته ئې ووې چې کۀ څۀ خدمت هم وي نو ما ته وايه. دغه زما د هغوي سره وړومبي ليدل وو.

    پۀ دوېم ځل زما د ترۀ تېمور کمال پۀ وادۀ کښې زۀ هغۀ سره ملاو شوم. ما هغوي ته ووئيل، ‘ميا صاحب! زۀ مو وپېژندم؟’ هغه پۀ خندا شو، وې ‘تۀ عاصم يې او مونږ صدر کښې ملاو شوي وو.’ منځ کښې لوے وخت تېر شوے ؤ. ما چې وليدل چې ميا صاحب ته زۀ اوس هم ياد يم نو ډېر خوشحاله شوم.

    دې نه پس به اکثر د ميا صاحب سره ليدۀ کاتۀ کېدل.

    پروسکال زمونږ کورنۍ کښې يو بزرګ او لوے عالم مولانا انوار الحق پۀ حق رسېدلے ؤ نو د هغۀ څلوېښتمې د پاره ما تنوير ته زنګ وهلے ؤ چې تاسو به هم راځئ او ميا سرير او ميا مومن ته به هم زما لۀ خوا بلنه ورکوئ. کله چې ميا صاحب راغلو نو ما ته ئې ووئيل چې تا تنوير ته فون کړے ؤ خو ګوره هغۀ درسره وفا و نۀ کړه او ما ته دې د بل پۀ خولۀ بلنه راکړې وه او زۀ راغلم!!!

    کله چې هغوي واپس تلل، ما ئې د راتګ مننه وکړه او چې غېږ مې ورکړه نو غوږ کښې ئې راته ووې، ‘تۀ او تنوير پۀ ما ډېر ګران يئ! يو خو تا تنوير ته وئيلي وو نو هغۀ ته انکار ګران ؤ، بل دا چې بلنه ستا د طرفه وه نو ټول مصروفيتونه به مې پرېښودل او ستا خوا له به راتلم.’ زۀ پۀ هغه ورځ ډېر خوشحاله شوے وم.

    څو ورځې وړاندې مونږ )سلېمان ايسپزے، تنوير احمد، ميا زبېر، صفدر علي او زۀ( د ‘راشد حسېن فاونډېشن’ پۀ دفتر کښې د راشن تقسيمولو پۀ حواله غونډه (meeting) کښې ناست وو چې ميا سرير صاحب هم راغلو. هر څو ميا افتخار حسېن )د فاونډېشن چئيرمېن( مونږ ته يوه سپارښتنه کړې وه چې د کورونا نړوبا لۀ وجې کوم بې وسه او بې وزله خلک ستونزو سره مخ دي، د هغوي کورونو ته د راشد حسېن فاونډېشن لۀ خوا راشن رسول دي، نو دغه وخت زۀ او تنوير احمد د راشن وېشلو د پاره وتونکي وو. ميا سرير پۀ مونږ غږ وکړو. مونږ ورته ووې ‘جي ميا صاحب!’ هغۀ مونږ ته ووئيل چې ‘بچو! کله تاسو ته يو سړے معلوم وي او باوري يئ چې هغه غريب او بې وسه دے نو د هغۀ کور ته راشن رسول ستاسو صرف کار نۀ دے بلکې فرض دي.”

    زۀ او تنوير پۀ دې خبره اورېدو رخصت شو او چې ګاډي کښې کښېناستو نو ما ځان سره ووې چې ميا افتخار حسېن خو د دې قام او خاورې د پاره د هېڅ قربانۍ نه مخ نۀ اړوي، خو د هغۀ مشر ورور هم پۀ سينه کښې د خپل اولس د پاره دغه درد لري. دغه زما د ميا سرير سره اخري ملاقات ؤ.

    د مشر ميا صاحب د ناروغۍ نه زۀ څو ورځې وړاندې غوږېدلے وم او هره ورځ به مې پۀ موبائل د تنوير نه د هغۀ پوښتنه کوله. تنوير به د ميا مومن سره رابطه کښې ؤ نو ځکه به ما تنوير نه تپوس کولو. پۀ نهه مې د شپې يوه بجه تنوير ته فون وکړو او د ميا صاحب د صحت تپوس مې وکړو نو هغۀ راته ووې چې شکر دے د ميا صاحب ډېره ګزاره شوې ده. ما ورته ووې چې زۀ ئې ليدو له درتلل غواړم نو تنوير ځواب راکړو چې دلته ورسره ليدل ګران دي، چې کور ته راشي نو بيا چې کله راځې. خو ما نه کور ته د راتګ انتظار نۀ کېدو. اخر تنوير غاړه کېښوده چې سبا به ورځو. شل منټه مونږ خبرې وکړې، ځکه چې ميا افتخار حسېن صاحب د کورونا پۀ وجه خلک د راتګ نه منع کړي وو، نو مونږ ووې چې ميا افتخار به د ارام د پاره کور ته ولېږو او مونږ به د مشر ميا صاحب سره شپه وکړو.

    پۀ سبا څۀ کم دولس بجې تنوير زنګ را ووهۀ او پۀ ډېر مړ او مړاوي غږ ئې راته ووې چې ميا سرير پۀ حق ورسېدو او دوه بجې ماسپښين به ئې جنازه وي. نۀ هغۀ نور څۀ وئيلے شول او نۀ ما څۀ بله خبره کولې شوه.

    جنازې له لاړم او هلته خبر شوم چې ميا افتخار صاحب کورونا ګېر کړے دے – بس دا يو بل د غم خبر ؤ. دې حالاتو کښې څۀ ګورم چې هغه ميا افتخار حسېن چې د دهشتګردۍ خلاف جنګ کښې ويستلې سينه ولاړ دے، دې جنګ کښې ئې خپل يکي يو ځاے هم د دې خاورې د پاره قربان کړے دے، ناڅاپه را پرېوتلو. زما د پښو لاندې نه خو زمکه وتښتېدله. مونږ ډېر بد حاله شوي وو چې دې کښې ميا صاحب ساه واخسته او وې وئيل چې زۀ ښۀ يم. مشرانو ميا صاحب د اديرې نه رخصت کړو.

    دا څو يادونه مې زړۀ غوښتل چې تاسو سره شريک کړم.

    خداے دې ميا محمد سرير له خپلو ښکلو جنتونو کښې ځاے ورکړي او خداے دې ميا افتخار حسېن هم زر د کورونا نه ښۀ کړي[1] او اوږد ژوند دې ئې د برکت سره نصيب کړي! امين.

    1. د دې ليکنې د راتلو نه پس، د خداے پۀ فضل سره ميا افتخار حسېن د کورونا نه ښۀ شوے دے.

     

  • خدائي خدمتګار زېن محمد کاکا – علي ايسپزے

    پۀ شلمه صدۍ کښې چې کوم تحريک د هشنغر د خاورې نه را پورته شو او د پښتنو پۀ خاوره ئې یو داسې انقلاب راوستو چې یو عظیم انقلاب بللے شي. کۀ د دې انقلاب پۀ بېلابېل اړخونو نظر واچولے شي نو پۀ یو یو اړخ کښې ئې ډېرې ګټې تر نظره تېرېږي.

    دې تحریک کۀ یو خوا د برصغير پاک وهند د محکومو قامونو د غاړو نه د غلامۍ زنځيرونه مات کړل نو بل خوا ئې د پښتون قام يو داسې حقيقي تاريخ رقم کړو چې پښتون قام به پرې تل تر تله وياړ کوي. دې تاريخ پۀ خپله لمنه کښې هغه پياوړي هم ځاے کړل چې کل وقتي به د تاريخ پۀ پاڼه پاڼه کښې ځلېږي. پۀ دې پاڼه کښې يو نوم د خدائي خدمتګار زېن محمد کاکا هم دے چې د صوابۍ پۀ تاريخي کلي مرغز کښې ئې د جنورۍ پۀ وړومبۍ نېټه کال 1931 د خدائي خدمتګار ملک شېر محمد خان پۀ کور کښې سترګې وغړولې.

    د خدائي خدمتګار تحریک پۀ اغاز کښې مرغز کلي ډېر غټ رول لوبولے دے. د باچا خان بابا نیا هم د مرغز کلي وه. ابتدائي تعليم ئې د خپل کلي سکول نه او لسم جماعت ئې د ګورنمنټ هائي سکول صوابۍ نه پاس کړو. د مخکښې تعلیم د پاره اسلاميه کالج پېښور ته لاړو. دولسم جماعت نه پس خپل کلي ته واپس راستون شو او د خدائي خدمتګارانو خپل ترۀ شاد محمد کاکا او د خپل ماما یار محمد کاکا سره ئې د اولس خدمت ته ملا وتړله چې پۀ ډېر لږ وخت کښې ئې نوم تر لرې لرې خور شو. د خدائي خدمتګارو پۀ ټولګي کښې د زېن محمد کاکا داسې روزنه وشوه چې وروستو پۀ خپله د ‘خدائي خدمتګار’ پۀ نوم یاد شو او خپل ټول ژوند ئې د باچا خان د فلسفې لاندې تېر کړو. نۀ ئې خپله لار بدله کړه، نۀ مایوسه شو، نۀ زړۀ ماتے شو او نۀ ئې لنډمهاله لاره خپله کړه.

    د ایوب خان پۀ دور کښې ئې پۀ عملي سياست کښې پۀ 1966 کښې برخه واخسته. بلدیاتي انتخاباتو کښې ئې د خپل کلي د مسلم لیګو صدر له شکست ورکړو. خدائي خدمتګار زېن محمد کاکا تل د خوار غريب اولس د خدمت د پاره ورځ شپه پۀ ځان يو کړي وو. هر قسمه تکليفونه او سختې ئې پۀ ځان تېرې کړې وې خو کله هم دل برداشته شوے نۀ دے.

    د بهټو پۀ دور کښې چې د نېشنل عوامي پارټۍ مرکزي او صوبائي مشران او کارکنان پۀ جېلونو کښې بندي شول، پۀ دغه دوران کښې زېن محمد کاکا هم د هري پور پۀ جېل کښې بندي شو چې د بهټو پۀ باچاهۍ کښې ورسره قسم قسم ظلمونه روان وو.

    کۀ يو اړخ ته د سرو جنډو مئينانو سره ظلمونه کېدل نو بل خوا د دوي حوصلې نورې هم اوچتېدې. خپل سرونه ئې د خپلې پښتواو پښتون اولس د خدمت د پاره پۀ تلي کښې نيولي وو. د باچا خان او ولي خان پۀ کاروان کښې پۀ ډېرو اوچتو سترګو د خپل مرام پۀ طرف روان وو. د جېل د تورو تیارو نه پس لکه د نورو خدائي خدمتګارو پۀ شان زېن محمد کاکا هم پۀ کور کښې پښه نۀ ده لګولې او د پښتنو پۀ لارو او کوڅو کښې ئې هم هغه شان د پښتنو خدمت ته ملا تړلې وه. د غريب او بې وسه، خوارانو، مزدورانو پښتنو خدمت ته لاس پۀ نامه ولاړ ؤ. پۀ دې عظيم او خاکسار انسان کښې داسې اهمې او لويې خوبۍ وې چې تل به ئې خلک مثالونه ورکوي. د ژوندانۀ هره لمحه ئې د وئيلو ده، هره واقعه ئې د لېکلو ده. تر دې چې خپلو سیاسي مخالفينو سره به هم ډېر پۀ مينه محبت ملاوېدو او ښۀ پۀ درنو سترګو به ئې ورته کتل. پۀ خپلو پښتنو اصولو دومره کلک ودرېدل د يو تکړه پښتون د بچي نخښه ده.

    د مرغز کلي د پارټۍ د تنظيم ټولو مشرانو د خپلو جرګو مشر ټاکلے ؤ. پۀ ضلع کښې به ئې هم د پارټۍ د ټولو ملګرو فېصلې کولې. چرې ئې هم د فېصلې نه چا مخ نۀ دے اړولے، هر چا به ورته ډېر قدر او احترام لرلو. دغسې پۀ پارټۍ کښې ئې هم ډېره لوړه عهده لرله، نۀ ئې چرته پۀ ژوند کښې د عهدې لالچ کړے دے او نۀ د وزارت. د باچا خان بابا د نظريې دومره سوچه پېروکار او د پارټۍ د ملګرو سره دومره رېښتونے چې د ولي خان به پۀ وېنا چې “زما د پاره د ټولو نه قابل اعتماد او قابل قبول زېن محمد دے.”

    د پارټۍ د تهنک ټېنکس پۀ اهمو خصوصي شخصياتو کښې هم دا پښتون فعاله او د لوړې مرتبې خاوند شامل ؤ. دې نه علاوه کاکاجي د سېنټ، صوبائي او قومي اسمبليو د ټکټ ورکولو کمېټيو ممبر ، درې ځله صوبائي نائب صدر او د ژوند تر اخري سلګۍ د باچاخان ټرسټ ممبر پاتې ؤ. د اصولو دومره پابند چې د خپل وخت نه به مخکښې غونډې ته حاضرېدو. د پارټۍ د فېصلو نه ئې چرې هم سر غړونه نۀ وه کړې.

    پۀ کال 1985 کښې ئې پۀ خپل کلي مرغز کښې يو ډېر تاريخي کلتوري ماښام را جوړ کړے ؤ. پۀ دې ماښامي کښې د پښتو ژبې سندر غاړي ګلزار عالم او سردار علي ټکر مېلمانۀ وو. پۀ دې کښې د عوامي نېشنل ګوند مشرتابه خان عبدالولي خان، بېګم نسیم ولي خان او د ټولې صوبې ګوټ ګوټ نه د پارټۍ ټولو مشرانو حاضري کړې وه او ډېره ستاينه ئې هم کړې وه.

    پۀ کال 1986 کښې ئې د حج سعادت هم حاصل کړو. د کال 1988 پۀ ټول ټاکنو کښې چې د عوامي نېشنل ګوند د صوبې نه کوم ديارلس اميدوارانو ګټه تر لاسه کړه، پۀ هغې کښې کاکاجي هم د صوبائي اسمبلۍ ممبر منتخب شو چې پۀ مرکز کښې د بېنظيرې حکومت جوړ شو او پۀ کال 1990 کښې دا حکومت بېرته مات شو.

    پۀ هم کال 1990 کښې پۀ ملک کښې د نواز شريف حکومت جوړ شو چې پۀ دغه کال عوامي نېشنل ګوند پۀ خپله صوبه کښې درې ويشت سيټونه تر لاسه کړل. پۀ دغه ځل بيا زېن محمد کاکاجي د صوبائي اسمبلۍ ممبر منتخب شو. دغه دوران کښې ورته د جېلخانه جات وزارت هم وسپارلے شو چې ډېر پۀ ایماندارۍ ئې خپلې ذمه دارۍ تر سره کړې. د صوبې ټولو جېلونو ته ئې دورې وکړې او د قېدیانو د پاره ئې پۀ جېلخانو کښې دننه ضروريات پوره کړل. دې نه علاوه د صوبو پۀ جېلخانو کښې چې کوم مشکلات وو، هغه ئې ختم کړل او ډېر زړۀ پورې اصلاحات ئې راوړل.

    پۀ خپله حلقه کښې ئې سکولونه، کالجونه، هسپتالونه، د زراعت دفترونه، بائي پاس روډونه، پُلونه او داسې ګڼ شمېر ترقياتي کارونو کښې خپل خدمات تر سره کړل؛ خو چرې ئې هم پۀ دې کارونو د خپل نوم تختۍ نۀ وه لګولې او نۀ ئې پۀ خپل ژوند کښې د بنګلو، ګاډو، نوکرانو، مالي فائدو او ذاتي شهرت د پاره سياست کړے دے. د سرکار د خزانې يوه روپۍ ئې هم بې ضرورته نۀ وه خرچ کړې. د خپل پلار نيکۀ پۀ جائيداد ئې پۀ خپله هم ګزاره کړې ده او د خلکو خدمت هم.

    خدائي خدمتګار زېن محمد کاکا کۀ یو خوا کوڅه پۀ کوڅه د اولس خدمت کولو نو بل خوا ئې د ځوانانو پۀ فکري روزنه کښې هم ډېر لوړ کردار ادا کړو. د هغوي ذهنونو ته ئې د باچا خان بابا د عدم تشدد فلسفه او نظریه ورسوله. تل به ئې دا کوشش ؤ چې هر چا ته د خدمت موقع ملاو شي. خپلې ټولنې ته ئې هغه شعور لرونکي زلمي ورکړل چې نن هم د مینې او امن علامت دي. پۀ سياست کښې ئې چې کوم د بنيادي نوعيت کار کړے دے، د هغې پۀ برکت ئې پاتې نسل ته يو مضبوط بنياد ورکړو. تل ئې د خپلو لوړو صلاحيتونو پۀ بنياد خلک پۀ ځان مئين کړي دي.

    د دې ستر شخصيت پۀ ژوند چې پوره پوره نظر واچولے شي نو دا حقيقت څرګندېږي چې کاکاجي پۀ صحيح معنيو کښې د باچا خان بابا د نظريې سوچه او رښتونے پېروکار ؤ. د يو اعليٰ او سوچه پښتون نخښې پۀ کښې څرګندې وې. د هغوي مرام او ارمان يو خپلواکه پښتون خوا وه او تل به ئې د دې د پاره خپل جدوجهد جاري ساتلو.

    کله چې د ملي مشر اسفنديار ولي خان پۀ مشرۍ کښې پۀ نولسم اپرېل 2010 کښې اتلسم ائيني ترميم پاس شو، د صوبه سرحد پۀ ځاے دپښتنو د صوبې تاريخي نوم ‘خېبر پښتونخوا’ وګرځېدو او صوبې ته خپل اختیارات ورکړے شول چې دا هر څۀ کاکاجي پۀ خپل ژوند وليدل؛ د هغوې د پاره د دې نه غټه خوشحالي بله نۀ وه.

    کاکاجي ته دا ډېر غټ اعزاز حاصل شو چې د فخر افغان باچا خان نه پس د هغوي فرزند رهبر تحریک خان عبدالولي خان سره او بيا د باچا خان نمسي ملي مشر اسفنديار ولي خان سره د ژوند تر اخري ورځې هم پۀ دغه کاروان کښې ډېر پۀ جګه شمله او اوچتو سترګو روان ؤ. د خېبر پښتونخوا د پخواني وزير اعليٰ اميرحېدرخان هوتي لۀ طرفه ورته پۀ 2009 کښې ډېر پۀ فخر او احترام د خدائي خدمتګارۍ اېوارډ ورکړے شو. هم د دې مشرانو پۀ جدوجهد او ستړو پښتنو ډېرې ګټې تر لاسه کړې.

    خدائي خدمتګار زېن محمد کاکاجي د يوې ډېرې اوږدې سیاسي مبارزې نه پس د رنځ ښکار شو او پۀ اوولسمه فرورۍ 2012 د يو اتيا (81) کالو پۀ عمر کښې ئې د دې فاني دنیا نه همېشه د پاره سترګې پټې کړې او د خپل کلي پۀ اديره کښې خاورو ته وسپارلے شو.

    د خدائي خدمتګار زېن محمد کاکاجي ژوند مونږ ته ډېر څۀ راکوي او ډېر څۀ ترې زده کولے شو. کۀ څوک د دې خداے بخښلي پۀ پلونو پلونه کېږدي نو دا به د پښتون قامي تحریک د پاره ډېر ګټور وي. پۀ نړۍ کښې داسې خلک ډېر کم پېدا کېږي چې هغوي د انسانيت خدمت د پاره خپل ټول عمري ژوند وقف کړے وي. هم داسې خلک پۀ دنیا کښې تل تر تله یادېږي.

    مړۀ هغه چې نۀ ئې نوم نۀ ئې نشان وي

    تل تر تله پۀ ښۀ نوم پائي ښاغلي

    ــــــــــــــــــــــــــــ

    1. د مرغز قديم کاکا سره مرکه، ډهېرۍ سر، د خدائي خدمتګار زېن محمد کاکا نزدې ملګرے
    2. د مرغز شېر مست بابو کاکا سره مرکه، د خدائي خدمتګار زېن محمد کاکا ملګرے
    3. انجنئير منصورخان یوسفزي سره مرکه، د خدائي خدمتګار زېن محمد کاکا د لور د طرفه نمسے
    4. راشد سهېل اېډوکېټ سره مرکه، تحصيل کونسلر مرغز، د مسلم ليګ ضلعي اطلاعاتو سېکرتر او د GIK قانوني مشير.
    5. اکمل خان سره مرکه، د صوبائي مرکزي کونسل ممبر، عوامي نېشنل پارټي، مرغز.
    6. ارشد احمد سره مرکه، سېکرټري يونین کونسل مرغز، اکاخېل قمرال.

     

  • عوامي نېشنل ګوند او خدائي خدمتګار تحريک – ارباب محمد طاهر خان خليل

    رياست د خپلو مخالفينو د مټ لاندې ساتلو د پاره بلها وسلې او وسيلې لري. د جاګيرونو او مراعاتو سره د حب الوطنۍ او مذهب پۀ نوم داسې کاڼي د رياستونو پۀ لاس کښې وي چې هر وخت پرې خپله تله درنوي او د اولس د حق خبره کوونکي پۀ دغه کاڼو سپکوي هم او زخمي کوي هم.

    عوامي نېشنل پارټي د خدائي خدمتګار تحريک د سياسي او نظرياتي وراثت دعوېدار ګوند دے. د دې پارټۍ د مټ لاندې ساتلو د پاره کۀ انګرېزانو مختلفې هتکنډې استعمالولې نو د پاکستان د جوړېدو نه پس هم د دوي مخالفت کېدلو کښې څۀ کمے ځکه را نۀ غلو چې د هندوستان د تقسيم نه وړاندې پۀ 1937 او بيا 1946 کښې د دوي حکومت داسې فېصلې کړې وې چې هغه نۀ خو د پېرنګي د پاره د زغم قابلې وې او نۀ به بل کوم قبضه ګر طاقت دغه سياست او نظريه برداشت کړي.

    د انګرېز د غلامۍ نه د ازادۍ حاصلولو د پاره چې خدائي خدمتګارو کله خپله مبارزه شروع کړه نو د فخرِ افغان باچا خان اولين مقصد پښتانۀ پۀ يو داسې جمهوري، سياسي او اخلاقي تنظيم کښې منظم کول وو چې هغه د عدم تشدد پۀ سوچ عمل کوي، تنظيمي فېصلې ئې جمهوري وي او د قام د پاره بې د څۀ غرض نه هرې قربانۍ ته تيار وي.

    باچا خان خدائي خدمتګار تحريک منظم کړو او دې تنظيم کښې چې کومو خلکو برخه واخسته، هغوي د خپل ژوند قرباني ورکوله خو د خپل حلف خلاف ورزي ئې پۀ هېڅ صورت او قيمت نۀ کوله. دا وجه ده چې د انګرېز غوندې طاقت له ئې د دې عدم تشدد پۀ لار شکست ورکړو.

    د دنیا پۀ سياسي تحريکونو کښې د داسې تحريک مثال ډېر پۀ مشکله موندے شي. د دې بنيادي وجه د خدائي خدمتګارو پاکه او رښتينې جذبه وه چې خپل قوم او وطن د انګرېز د غلامۍ نه ازاد کړي او چې کوم ژوند د انګرېز بچے د دوي د وطن پۀ وسائلو تېروي، چې هغه ژوند د پښتون بچے د خپلې خارې پۀ وسائلو تېر کړي.

    د انګرېز بې پناه طاقت، وسائل او ورسره د قوم يوه با اثره طبقه چې پۀ يو خوا سران، نوابان، خانان، خان بهادران ورسره پۀ بل خوا د وخت پۀ پېسه خرڅ مليان، پيران او استانه دار او ورسره پۀ بل خوا هغه خلک چې د انګرېز د مفاداتو د پاره به ئې هره جائزه او نا جائزه کوله او د دې پۀ بدل کښې به ورله انګرېز انعامونه، جاګيرونه او مراعات ورکول.

    د خدائي خدمتګارو خلاف د انګرېز د بربريت داستان د 1930 د قصه خوانۍ د واقعې نه شروع کېږي. دغه وخت چې ګړوالي فوجي دستې پۀ پُر امن خدائي خدمتګارو د ګوليو چلولو نه انکار وکړو او د انګرېز فوج چې ځان ته ډېر مهذب وائي، پۀ خدائي خدمتګارو نا ترسه ګولۍ وچلولې او پۀ سوونو خدائي خدمتګاران ئې شهيدان کړل. د دې واقعې نه پس د تشدد يوه سلسله روانه شوه چې د ټکر، سپين تنګي، ګوجر ګړهۍ، اتمانزو او کوهاټ سره د پښتونخوا پۀ مختلفو علاقو خوره شوه او پۀ زرګونو خدائي خدمتګاران د خپلې خاورې د پاره د پېرنګي سامراج پۀ ګوليو د خپل وطن د ازادۍ نه ځار شول. دا د تشدد سلسله پۀ تاريخ کښې د انګرېز د تهذيب پۀ لمن تور داغ دے.

    بل طرف ته به د انګرېز مراعات يافته طبقې او نمک خوارو پۀ خدائي خدمتګارانو ظلمونو کول، جائيدادونه به ئې ورله ضبط کول، د کورونو بې عزتۍ به ئې ورله کولې او پۀ پښتون قوم کښې د ازادۍ جذبه کمزورې کول د دوي غټه ذمه واري وه. چا چې به دغه ذمه واري پۀ ښه طريقه پوره کوله، یعني پۀ خدائي خدمتګارو به ئې ظلمونو کښې د يزيد او شمر شان بې ترسي ښودله نو انګرېز بادار به ئې ورله پۀ سوونو مربعې زمکې پۀ انعام کښې ورکولې.

    دې سره سره به انګرېز د خپلو پېسه خرڅه مليانو پۀ ذريعه پۀ خدائي خدمتګارو او باچا خان مختلفې فتوې لګولې. پۀ باچا خان او خدائي خدمتګارو د هندوانو اېجنټان دي، د دوي جنډه او وردي د روس پۀ رنګ سره ده، دوي د روس ياري کوي، کفر کوي او د ملک غداران دي پۀ شان الزامونه لګېدل.

    د دې ټول هر څۀ باوجود خدائي خدمتګار پۀ خپله لاره لکه د تاترې د غر پۀ شان پۀ خپله عقيده ولاړ وو او د هر قسمه حالاتو مقابله ئې کوله. د باچا خان پۀ مشرۍ کښې خدائي خدمتګار پۀ خپل مقصد ازادۍ کښې کامیاب شول او انګرېز نور خپل وطن ته رخصت شو.

    د پېرنګي فتوې، ظلمونه، جېلونه، ډزې، د جائيدادونو لېلام او الزامونه د خدائي خدمتګارانو د عزم پۀ وړاندې تشې توقې ثابت شوې او پښتنو د پېرنګي د غلامۍ نه ازادي حاصله کړه.

    خو!!!

    د بد قسمتۍ نه انګرېز چې د باچا خان او خدائي خدمتګارو خلاف کومې پاليسۍ خپلې کړې وې، د انګرېز د تلو نه پس د پاکستان حکمرانانو هاغه لارې خپلې کړې. د انګرېز دوست د پاکستان دوست شو او د انګرېز دښمن د پاکستان دښمن شو. ظاهره خبره ده چې خدائي خدمتګار او باچا خان انګرېز دښمنان ګڼل نو باچا خان او خدائي خدمتګاران پاکستان د دوستانو پۀ ځاے د دښمنانو فهرست کښې واچول او د ظلم او جبر يو نوے داستان شروع شو.

    د دې باوجود هم د پاکستان د جوړېدو نه بعد باچا خان د جناح صاحب سره ملاقات کښې د ملک د خدمت کولو او ابادولو پېشکش وکړو او ورته ئې ووئيل چې مونږ نه څۀ وزارتونه او نۀ څۀ مراعات غواړو، خو د ملک پۀ فلاحي رياست جوړولو کښې کردار ادا کوو.

    د خدائي خدمګارو پۀ قربانيو انګرېز خپل وطن ته رخصت شو، ملک او قوم ازاد شو. د ټول قوم اميدونه ډېر زيات وو چې اوس به خوشحالي او ابادي راشي خو ولې د افسوس مقام هغه وخت را پېدا شو چې د ازادۍ نه بعد د ملک حکمرانو د انګرېز پاليسۍ خپلې کړې او د دې پاليسۍ پۀ نتيجه کښې د انګرېز دوست د پاکستان دوست شو او د انګرېز دښمن د پاکستان دښمن شو.

    پاکستان چې د انګرېر پاليسۍ خپلوله نو هم پۀ دې وجوهات خان عبدالولي خان پۀ خپل کتاب ‘رښتيا رښتيا دي’ کښې پۀ تفصيل سره بيان کړي دي او اغاز ئې د ډاکټر خان صاحب د اکثريتي حکومت د بحث نه کړے دے چې د رياستي طاقت پۀ زور او ذريعه ئې خاتمه وکړه او پۀ دولسم اګست 1948 ئې پۀ بابړه کښې پۀ پُر امن خدائي خدمتګارو د پاکستان رياست ګولۍ وچلولې او پۀ سوونو خدائي خدمتګار ئې شهيدان کړل. د انګرېز د تلو نه پس پۀ اسلامي جمهوريه پاکستان کښې دا د خدائي خدمتګارانو وړومبے رياستي قتلِ عام ؤ.

    د خدائي خدمتګارو تور سرو چې لاسونو کښې به ئې قرانونه نيولي وو، ئې هم ګولۍ بندې نۀ کړې او قرانونه ئې هم شهيدان کړل. پۀ يوه ورځ څۀ د پاسه شپږ سوه خلک قتل کړے شول.

    د پاکستان پۀ رياست د خدائي خدمتګارو قرض دے. رياست پۀ خدائي خدمتګارانو د انګرېز نه زيات ظلمونه کړي دي. د ظلمونو دغه داستان چې انسان بيانوي نو پۀ رګونو کښې ئې د وينې رفتار تېز شي.

    بيا د خدائي خدمتګارو او خدائي خدمتګار تحريک تسلسل خان عبدالولي خان او د هغۀ د سياسي جماعت (NAP) خلاف د پاکستان رياست خپل زور ظلم شروع کړو.

    خان عبدالولي خان چې ملک کښې د جمهوريت او د ورکوټو قاميتونو د حقوق د پاره کوم جدوجهد کړے دے نو نن هم کۀ څوک د ولي خان بد ترين مخالفين هم دي، د هغۀ د جمهوري او پارلېماني کردار ستائينه کوي او د دې مقصد د لاس ته راوړلو د پاره هغه څو څو ځله جېلونو ته غورځولے شوے دے، هر قسم الزامونه پرې لګولے شوي دي او څلور قاتلانه حملې پرې هم شوې دي.

    بيا چې پۀ ملک کښې د 1971 انتخابات وشول او عوامي ليګ اکثريت حاصل کړو خو د بدقسمتۍ نه پنجاب او اسټېبلشمنټ شېخ مجيب له اقتدار نۀ ورکولو نو ذوالفقار علي بهټو صاحب د ‘اُدهر تم اِدهر هم’ نعره ووهله. پۀ دې وخت کښې هم خان عبدالولي خان خپل پوره کوشش وکړو چې د عوامي ليګ او پيپلز پارټۍ تر منځه يوه معاهده وکړي خو د پاکستان وفادارانو دا فېصله کړې وه چې شېخ مجيب له د هغۀ د اقتدار ګټلے اولسي او جمهوري حق نۀ ورکوو او اخر مشرقي پاکستان د ‘بنګله دېش’ پۀ نوم د پاکستان نه جدا شو.

    دا د تاريخ جبر دے چې نن پۀ اتۀ ويشتمه مۍ چې د ټکر د شهيدانو ورځ ده، پاکستان د اېټمي پټاخو د ډزولو د پاره ‘يوم تکبير’ نمانځي او پۀ کومه ورځ چې د بنګله دېش د بېلېدو الميه ده، پۀ هغه ورځ د اٰرمي پبلک سکول ورځ کېږي. يعني پۀ تاريخ کښې دا مهم واقعات پۀ هغه واقعاتو اړولے کېږي چې د دې ملک د غېر جمهوري او غېر ائيني ادارو او رويو نه پېدا شوي او پېښ شوي دي.

    د شپاړس دسمبر 1971 واقعه هم عجيبه ده. چا چې د ملک د بچ کولو کوشش کولو نو هغه غداران ياد شول او چا چې د ملک پۀ ماتولو کښې کردار ادا کړے نو هغه هيروګان شول!!!

    بيا نن چې د پاکستان د ټولو نه غټه مسئله مذهبي انتها پسندي او د دې پۀ نتيجه کښې پېدا شوې دهشت ګردي ده، خان عبدالولي خان پۀ 1974-75 کښې د پاکستان رياست ته وئيلي وو چې تاسو کومه لوبه جوړوئ، دا به دې خطې د پاره د تباهۍ سبب وګرځي. بيا چې 1979-80 کښې دغه خبره رښتيا شوه او پاکستان نېغ پۀ نېغه پۀ افغانستان جنګ کښې ملوث شو نو هم ولي خان بابا دا خبره پۀ څو کرته کړې وه چې تاسو د دې جنګ نه ځان وساتئ، د دې حصه مۀ جوړېږئ، دا د دوو عالمي طاقتونو روس او امريکې جنګ دے – پۀ دې کښې به پاکستان د دغه قوتونو تر منځه دل شي او چې کوم اور تاسو پۀ افغانستان کښې بل کړئ نو د دې اور نه پاکستان هم نۀ شي بچ کېدے.

    فخرِ افغان باچا خان د افغانانو پۀ کېمپونو وګرځېدو او ورته ئې ووئيل چې د روس او امريکې جنګ دے، تاسو د دې جنګ نه ځان بچ وساتئ. پۀ دې خبره د پاکستان حکمرانانو باچا خان نظربند کړو چې اخرکار بابا پۀ جلاوطنۍ مجبوره شو.

    نن چې د پاکستان څۀ حالات دي، دا پۀ افغانستان جنګ کښې د يو داسې کردار ادا کولو پۀ وجه دي چې کله هم پکار نۀ ؤ. خو ډالرو ريالونو د پاکستاني اسټېبلشمنټ پۀ سترګو لاس ايښودي وو. دغه حالات نن ستاسو د مخه دي. نن د خان عبدالولي خان مخالفين هم د هغۀ د موقف تائيد کوي چې پۀ افغانستان کښې جهاد نۀ ؤ بلکې فساد ؤ. د پاکستان فوج چې پۀ دغه جنګ کښې ئې مرکزي کردار ادا کړے ؤ او د ملک فلاحي ائيني تصور ئې يو سيکېورټي سټېټ ته اړولے دے، هغوي هم نن د دغه جهاد پۀ ضد ‘رد الفساد’ اپرېشنونه کوي.

    د دې جنګ پۀ نتيجه کښې د رياست سياست، اقتصاد او سماجي رويې هر څۀ نن د تباهۍ سره مخ دي. د دې هر څۀ باوجود عوامي نېشنل پارټي وفاداره پارټي نۀ ده؟ يعني دا ورته عوامي نېشنل پارټۍ وئيلي وو چې تاسو د دوو عالمي طاقتونو تر منځ د جنګ مورچه شئ؟ پاکستان چې نن اېف اے ټي اېف ګرے لسټ کښې اچولے، دا نېشنل پارټۍ؟ دا چې د پاکستان روپۍ د ډالر مقابله کښې 170 ته رسي، دا نېشنل پارټۍ؟ دا کورونا هم نېشنل پارټۍ دلته راوستې ده؟

    پاکستان کښې دهشتګردي او د دې پۀ شا عوامل د پاکستاني ملټري اسټېبلشمنټ او پېرنګي باقيات بېوروکرېسۍ د فېصلو پۀ وجه دي. کۀ مونږ د دې جنګ پس منظر کښې وګورو نو عوامي نېشنل پارټي د باچا خان او بيا د ولي خان بابا شکل کښې د دې جنګ پۀ مقابله کښې لکه غر ودرېدلې ده او پۀ خپل موقف کښې ئې پۀ هېڅ قيمت څۀ بدلون نۀ دے راوستے او هره قرباني ئې ورکړې ده. تر دې چې د ګوند بې شماره کارکنان او د پارلېمنټ غړي، عهدېداران او مشران شهيدان شول خو هغوي د ظالم پۀ ضد او د ظلم خلاف د ودرېدلو هغه د خدائي خدمتګارۍ لار پرېښې نۀ ده. پۀ دوي د کفر فتوې ولګېدلې، بهرني اېجنټان ورته ووئيلے شول او د دوي پۀ مېنډېټ د ډاکې پۀ ذريعه د دوي د پارلېمنټ لارې بندې کړې شوې خو بيا هم عوامي نېشنل پارټۍ هغه لار پۀ يو قيمت نۀ ده بدله کړې چې خدائي خدمتګارانو نه ورته پۀ وراثت کښې پاتې ده. د ګوند د عام کلي تپې د کارکنانو نه تر د مرکزي مشر اسفنديار ولي خان پۀ ولي باغ کښې خودکش حملې وشوې چې د هغۀ څلور نزدې ملګري پۀ کښې هم شهيدان شول خو بيا هم عوامي نېشنل پارټۍ خپله لاره بدله نۀ کړه.

    ګوند پۀ خپل دورِ حکومت کښې چې شريک حکومت ؤ، د فخرِ افغان باچا خان او خدائي خدمتګارانو هغه ارمانونه پوره کړل چې هغوي د ځانونو سره قبرونو ته وړي دي.

    هغه پاکستان چې د انګرېزانو د پښتنو نه اخستے قامي شناخت ئې هم دغسې متنازعه ساتلو او د پاکستان د وړومبۍ قانون سازې اسمبلۍ پۀ اجلاس کښې د باچا خان بابا د مطالبې نه تر د 2009 پورې رياست پۀ خپل ضد ولاړ ؤ، عوامي نېشنل پارټۍ د پښتنو هغه تاريخي شناخت وګټلو او نن د پښتنو خاوره پۀ خپل تاريخي نوم پښتونخوا يادېږي. نن د اتلسم ائيني ترميم پۀ ذريعه پښتانۀ د خپلو وسائلو پۀ خپله مالکان شوي دي. دا حق پۀ ائين کښې ګټلے شوے دے او څوک به څومره زورور وي چې ائين کښې ګټلے شوے حق به خوري؟ کۀ خوري ئې هم، نو د څومره وخت پورې به ئې خوري؟ دا څوک هم هضمولے نۀ شي. پاکستانے اسټېبلشمنټ به ګوډاګي پښتونخوا کښې کښېنوي خو اخر به اولس را پاڅي، دغه ګوډاګي به پۀ اباسين لاهو کوي او د دې خاورې اختيار چې چا ګټلے دے، هغوي ته به ئې سپاري.

    نن کۀ پۀ عوامي نېشنل پارټۍ الزامونه لګي نو دا څۀ نوې خبره نۀ ده!!! دا الزامونه، دا فتوې او دا رياستي جبر هم دې ګوند ته د خپل مورث اعليٰ خدائي خدمتګار تحريک نه پاتې دي. کۀ څوک وائي چې عوامي نېشنل پارټۍ لاره بدله کړې ده نو دا لاره ئې د څۀ د پاره بدله کړې ده؟ عوامي نېشنل پارټي نن هم د ‘خپلې خاورې خپل اختيار’ سياست کوي او د اسټېبلشمنټ سترګو کښې لکه د ازغي غړېږي. مونږ فخر کوو چې د خدائي خدمتګارانو د تاريخ، نظريې او سياست وارثان يو. چې د کفر فتوو، د غدارۍ الزامونو، د رياستي مشينرۍ پراپېګنډو او خودکش حملو بدل نۀ کړو نو بل به داسې څۀ وي چې مونږ به زمونږ د تاريخي، نظرياتي او سياسي لارې نه واړوي!!! د ممتاز اورکزي دا شعرونه به بس وې:

    چې وايم نور مې مۀ وژنه باداره! نو غدار يم؟
    زۀ وياړمه چې يم

    چې نۀ وينځمه لاس لۀ خپل اختياره نو غدار يم؟
    زۀ وياړمه چې يم

    زۀ وايم پېروکار د باچا خان يم! نو غدار يم؟
    زۀ وايم چې پۀ هغه لار روان يم! نو غدار يم؟
    زۀ وياړمه چې يم

    پۀ شلمه صدۍ کښې چې کوم تحريک د هشنغر د خاورې نه را پورته شو او د پښتنو پۀ خاوره ئې یو داسې انقلاب راوستو چې یو عظیم انقلاب بللے شي. کۀ د دې انقلاب پۀ بېلابېل اړخونو نظر واچولے شي نو پۀ یو یو اړخ کښې ئې ډېرې ګټې تر نظره تېرېږي.

    دې تحریک کۀ یو خوا د برصغير پاک وهند د محکومو قامونو د غاړو نه د غلامۍ زنځيرونه مات کړل نو بل خوا ئې د پښتون قام يو داسې حقيقي تاريخ رقم کړو چې پښتون قام به پرې تل تر تله وياړ کوي. دې تاريخ پۀ خپله لمنه کښې هغه پياوړي هم ځاے کړل چې کل وقتي به د تاريخ پۀ پاڼه پاڼه کښې ځلېږي. پۀ دې پاڼه کښې يو نوم د خدائي خدمتګار زېن محمد کاکا هم دے چې د صوابۍ پۀ تاريخي کلي مرغز کښې ئې د جنورۍ پۀ وړومبۍ نېټه کال 1931 د خدائي خدمتګار ملک شېر محمد خان پۀ کور کښې سترګې وغړولې.

    د خدائي خدمتګار تحریک پۀ اغاز کښې مرغز کلي ډېر غټ رول لوبولے دے. د باچا خان بابا نیا هم د مرغز کلي وه. ابتدائي تعليم ئې د خپل کلي سکول نه او لسم جماعت ئې د ګورنمنټ هائي سکول صوابۍ نه پاس کړو. د مخکښې تعلیم د پاره اسلاميه کالج پېښور ته لاړو. دولسم جماعت نه پس خپل کلي ته واپس راستون شو او د خدائي خدمتګارانو خپل ترۀ شاد محمد کاکا او د خپل ماما یار محمد کاکا سره ئې د اولس خدمت ته ملا وتړله چې پۀ ډېر لږ وخت کښې ئې نوم تر لرې لرې خور شو. د خدائي خدمتګارو پۀ ټولګي کښې د زېن محمد کاکا داسې روزنه وشوه چې وروستو پۀ خپله د ‘خدائي خدمتګار’ پۀ نوم یاد شو او خپل ټول ژوند ئې د باچا خان د فلسفې لاندې تېر کړو. نۀ ئې خپله لار بدله کړه، نۀ مایوسه شو، نۀ زړۀ ماتے شو او نۀ ئې لنډمهاله لاره خپله کړه.

    د ایوب خان پۀ دور کښې ئې پۀ عملي سياست کښې پۀ 1966 کښې برخه واخسته. بلدیاتي انتخاباتو کښې ئې د خپل کلي د مسلم لیګو صدر له شکست ورکړو. خدائي خدمتګار زېن محمد کاکا تل د خوار غريب اولس د خدمت د پاره ورځ شپه پۀ ځان يو کړي وو. هر قسمه تکليفونه او سختې ئې پۀ ځان تېرې کړې وې خو کله هم دل برداشته شوے نۀ دے.

    د بهټو پۀ دور کښې چې د نېشنل عوامي پارټۍ مرکزي او صوبائي مشران او کارکنان پۀ جېلونو کښې بندي شول، پۀ دغه دوران کښې زېن محمد کاکا هم د هري پور پۀ جېل کښې بندي شو چې د بهټو پۀ باچاهۍ کښې ورسره قسم قسم ظلمونه روان وو.

    کۀ يو اړخ ته د سرو جنډو مئينانو سره ظلمونه کېدل نو بل خوا د دوي حوصلې نورې هم اوچتېدې. خپل سرونه ئې د خپلې پښتواو پښتون اولس د خدمت د پاره پۀ تلي کښې نيولي وو. د باچا خان او ولي خان پۀ کاروان کښې پۀ ډېرو اوچتو سترګو د خپل مرام پۀ طرف روان وو. د جېل د تورو تیارو نه پس لکه د نورو خدائي خدمتګارو پۀ شان زېن محمد کاکا هم پۀ کور کښې پښه نۀ ده لګولې او د پښتنو پۀ لارو او کوڅو کښې ئې هم هغه شان د پښتنو خدمت ته ملا تړلې وه. د غريب او بې وسه، خوارانو، مزدورانو پښتنو خدمت ته لاس پۀ نامه ولاړ ؤ. پۀ دې عظيم او خاکسار انسان کښې داسې اهمې او لويې خوبۍ وې چې تل به ئې خلک مثالونه ورکوي. د ژوندانۀ هره لمحه ئې د وئيلو ده، هره واقعه ئې د لېکلو ده. تر دې چې خپلو سیاسي مخالفينو سره به هم ډېر پۀ مينه محبت ملاوېدو او ښۀ پۀ درنو سترګو به ئې ورته کتل. پۀ خپلو پښتنو اصولو دومره کلک ودرېدل د يو تکړه پښتون د بچي نخښه ده.

    د مرغز کلي د پارټۍ د تنظيم ټولو مشرانو د خپلو جرګو مشر ټاکلے ؤ. پۀ ضلع کښې به ئې هم د پارټۍ د ټولو ملګرو فېصلې کولې. چرې ئې هم د فېصلې نه چا مخ نۀ دے اړولے، هر چا به ورته ډېر قدر او احترام لرلو. دغسې پۀ پارټۍ کښې ئې هم ډېره لوړه عهده لرله، نۀ ئې چرته پۀ ژوند کښې د عهدې لالچ کړے دے او نۀ د وزارت. د باچا خان بابا د نظريې دومره سوچه پېروکار او د پارټۍ د ملګرو سره دومره رېښتونے چې د ولي خان به پۀ وېنا چې “زما د پاره د ټولو نه قابل اعتماد او قابل قبول زېن محمد دے.”

    د پارټۍ د تهنک ټېنکس پۀ اهمو خصوصي شخصياتو کښې هم دا پښتون فعاله او د لوړې مرتبې خاوند شامل ؤ. دې نه علاوه کاکاجي د سېنټ، صوبائي او قومي اسمبليو د ټکټ ورکولو کمېټيو ممبر ، درې ځله صوبائي نائب صدر او د ژوند تر اخري سلګۍ د باچاخان ټرسټ ممبر پاتې ؤ. د اصولو دومره پابند چې د خپل وخت نه به مخکښې غونډې ته حاضرېدو. د پارټۍ د فېصلو نه ئې چرې هم سر غړونه نۀ وه کړې.

    پۀ کال 1985 کښې ئې پۀ خپل کلي مرغز کښې يو ډېر تاريخي کلتوري ماښام را جوړ کړے ؤ. پۀ دې ماښامي کښې د پښتو ژبې سندر غاړي ګلزار عالم او سردار علي ټکر مېلمانۀ وو. پۀ دې کښې د عوامي نېشنل ګوند مشرتابه خان عبدالولي خان، بېګم نسیم ولي خان او د ټولې صوبې ګوټ ګوټ نه د پارټۍ ټولو مشرانو حاضري کړې وه او ډېره ستاينه ئې هم کړې وه.

    پۀ کال 1986 کښې ئې د حج سعادت هم حاصل کړو. د کال 1988 پۀ ټول ټاکنو کښې چې د عوامي نېشنل ګوند د صوبې نه کوم ديارلس اميدوارانو ګټه تر لاسه کړه، پۀ هغې کښې کاکاجي هم د صوبائي اسمبلۍ ممبر منتخب شو چې پۀ مرکز کښې د بېنظيرې حکومت جوړ شو او پۀ کال 1990 کښې دا حکومت بېرته مات شو.

    پۀ هم کال 1990 کښې پۀ ملک کښې د نواز شريف حکومت جوړ شو چې پۀ دغه کال عوامي نېشنل ګوند پۀ خپله صوبه کښې درې ويشت سيټونه تر لاسه کړل. پۀ دغه ځل بيا زېن محمد کاکاجي د صوبائي اسمبلۍ ممبر منتخب شو. دغه دوران کښې ورته د جېلخانه جات وزارت هم وسپارلے شو چې ډېر پۀ ایماندارۍ ئې خپلې ذمه دارۍ تر سره کړې. د صوبې ټولو جېلونو ته ئې دورې وکړې او د قېدیانو د پاره ئې پۀ جېلخانو کښې دننه ضروريات پوره کړل. دې نه علاوه د صوبو پۀ جېلخانو کښې چې کوم مشکلات وو، هغه ئې ختم کړل او ډېر زړۀ پورې اصلاحات ئې راوړل.

    پۀ خپله حلقه کښې ئې سکولونه، کالجونه، هسپتالونه، د زراعت دفترونه، بائي پاس روډونه، پُلونه او داسې ګڼ شمېر ترقياتي کارونو کښې خپل خدمات تر سره کړل؛ خو چرې ئې هم پۀ دې کارونو د خپل نوم تختۍ نۀ وه لګولې او نۀ ئې پۀ خپل ژوند کښې د بنګلو، ګاډو، نوکرانو، مالي فائدو او ذاتي شهرت د پاره سياست کړے دے. د سرکار د خزانې يوه روپۍ ئې هم بې ضرورته نۀ وه خرچ کړې. د خپل پلار نيکۀ پۀ جائيداد ئې پۀ خپله هم ګزاره کړې ده او د خلکو خدمت هم.

    خدائي خدمتګار زېن محمد کاکا کۀ یو خوا کوڅه پۀ کوڅه د اولس خدمت کولو نو بل خوا ئې د ځوانانو پۀ فکري روزنه کښې هم ډېر لوړ کردار ادا کړو. د هغوي ذهنونو ته ئې د باچا خان بابا د عدم تشدد فلسفه او نظریه ورسوله. تل به ئې دا کوشش ؤ چې هر چا ته د خدمت موقع ملاو شي. خپلې ټولنې ته ئې هغه شعور لرونکي زلمي ورکړل چې نن هم د مینې او امن علامت دي. پۀ سياست کښې ئې چې کوم د بنيادي نوعيت کار کړے دے، د هغې پۀ برکت ئې پاتې نسل ته يو مضبوط بنياد ورکړو. تل ئې د خپلو لوړو صلاحيتونو پۀ بنياد خلک پۀ ځان مئين کړي دي.

    د دې ستر شخصيت پۀ ژوند چې پوره پوره نظر واچولے شي نو دا حقيقت څرګندېږي چې کاکاجي پۀ صحيح معنيو کښې د باچا خان بابا د نظريې سوچه او رښتونے پېروکار ؤ. د يو اعليٰ او سوچه پښتون نخښې پۀ کښې څرګندې وې. د هغوي مرام او ارمان يو خپلواکه پښتون خوا وه او تل به ئې د دې د پاره خپل جدوجهد جاري ساتلو.

    کله چې د ملي مشر اسفنديار ولي خان پۀ مشرۍ کښې پۀ نولسم اپرېل 2010 کښې اتلسم ائيني ترميم پاس شو، د صوبه سرحد پۀ ځاے دپښتنو د صوبې تاريخي نوم ‘خېبر پښتونخوا’ وګرځېدو او صوبې ته خپل اختیارات ورکړے شول چې دا هر څۀ کاکاجي پۀ خپل ژوند وليدل؛ د هغوې د پاره د دې نه غټه خوشحالي بله نۀ وه.

    کاکاجي ته دا ډېر غټ اعزاز حاصل شو چې د فخر افغان باچا خان نه پس د هغوي فرزند رهبر تحریک خان عبدالولي خان سره او بيا د باچا خان نمسي ملي مشر اسفنديار ولي خان سره د ژوند تر اخري ورځې هم پۀ دغه کاروان کښې ډېر پۀ جګه شمله او اوچتو سترګو روان ؤ. د خېبر پښتونخوا د پخواني وزير اعليٰ اميرحېدرخان هوتي لۀ طرفه ورته پۀ 2009 کښې ډېر پۀ فخر او احترام د خدائي خدمتګارۍ اېوارډ ورکړے شو. هم د دې مشرانو پۀ جدوجهد او ستړو پښتنو ډېرې ګټې تر لاسه کړې.

    خدائي خدمتګار زېن محمد کاکاجي د يوې ډېرې اوږدې سیاسي مبارزې نه پس د رنځ ښکار شو او پۀ اوولسمه فرورۍ 2012 د يو اتيا (81) کالو پۀ عمر کښې ئې د دې فاني دنیا نه همېشه د پاره سترګې پټې کړې او د خپل کلي پۀ اديره کښې خاورو ته وسپارلے شو.

    د خدائي خدمتګار زېن محمد کاکاجي ژوند مونږ ته ډېر څۀ راکوي او ډېر څۀ ترې زده کولے شو. کۀ څوک د دې خداے بخښلي پۀ پلونو پلونه کېږدي نو دا به د پښتون قامي تحریک د پاره ډېر ګټور وي. پۀ نړۍ کښې داسې خلک ډېر کم پېدا کېږي چې هغوي د انسانيت خدمت د پاره خپل ټول عمري ژوند وقف کړے وي. هم داسې خلک پۀ دنیا کښې تل تر تله یادېږي.

    مړۀ هغه چې نۀ ئې نوم نۀ ئې نشان وي

    تل تر تله پۀ ښۀ نوم پائي ښاغلي

    ــــــــــــــــــــــــــــ

    1. د مرغز قديم کاکا سره مرکه، ډهېرۍ سر، د خدائي خدمتګار زېن محمد کاکا نزدې ملګرے
    2. د مرغز شېر مست بابو کاکا سره مرکه، د خدائي خدمتګار زېن محمد کاکا ملګرے
    3. انجنئير منصورخان یوسفزي سره مرکه، د خدائي خدمتګار زېن محمد کاکا د لور د طرفه نمسے
    4. راشد سهېل اېډوکېټ سره مرکه، تحصيل کونسلر مرغز، د مسلم ليګ ضلعي اطلاعاتو سېکرتر او د GIK قانوني مشير.
    5. اکمل خان سره مرکه، د صوبائي مرکزي کونسل ممبر، عوامي نېشنل پارټي، مرغز.
    6. ارشد احمد سره مرکه، سېکرټري يونین کونسل مرغز، اکاخېل قمرال.

     

  • کابل کښې د تنکو ګلونو قتل او وړوکي اختر کښې درې ورځنے اوربند!!!- اداريه

    کابل کښې د تنکو ګلونو قتل او وړوکي اختر کښې درې ورځنے اوربند!!!- اداريه

    دوي به هم خداے ته مخ کېږي؟ دغه هاغه زړونه دي چې د کاڼو نه سخت دي. دوي هم وائي مونږ سره لښکر لښکر فرښتې دي؟ کابل کښې شوې دغه حمله کښې چې د اوسپنې پترو دغه تنکي ګلونه غوڅول او بارودژن اور سېزل، نو د هغوي روحونه اخستو له راغلي عزرائيل به هم ښېرې کړې وي چې خدايه! دغه ستا پۀ نوم فساد کوونکي دغسې د اوسپنې پۀ پترو غوڅ غوڅ او بارودژن اور کښې لوخړه کړه او ما له اجازت راکړه چې ساه ترې داسې راکاږم چې دوي د درد انتها وويني.

    عجيبه اسلامي جهاد دے؟ د کومې صېهوني امريکې سره چې جهاد کوي، هغوي سره پۀ قطر کښې خبرو ته کښېني، روغه کوي او خپلو افغانانو مسلمانانو سره افغانستان کښې نۀ خبرې کوي نۀ روغه!!!

    يه افغانانو! دې نه نۀ ثابتېږي چې دغه د ټوپکونو بارودونو خلک افغانان نۀ دي؟ بېخي ثابتېږي چې دا خون خوارۀ شرمخان پردي دي، د بل د خولې دي، د بل چا نمړۍ خوري، أجرتيان دي.

    افغانان د وړوکي اختر درې ورځني اوربند ته هم پۀ لستوڼو ګډ شول!!! افغانان د وړو ماشومانو ګلونو او پۀ جنازه کښې د وژل شوو سپين روبو د جنازې د څلورو تکبيرونو نه پس هم د وړوکي اختر درې ورځني اوربند ته پۀ نوژنو سترګو ودرېدل، لۀ سوخته وموسېدل، دا اعلان ئې ونمانځلو!!! دا د انساني تاريخ د الميې انتها ده!!! د درېو ورځو اوربند باندې هم مبارکي ښائي چې خلک د دې جنګ نه څومره زړۀ موړي شوي دي. دا هر څۀ کېږي پۀ څۀ نامه او پۀ څۀ جواز؟

    د افغان اولسمشر اشرف غني او ښاغلي عبدالله عبدالله لۀ خوا يو بل ته اوږه ټيټول سياسي رويه ده. دا بايد وده ومومي او نوره پراخه شي. دې سره د افغان روښانفکره نوي کهول، اکادميا او ډايسپورا دا وړومبنۍ ذمه واري جوړېږي چې د څلوېښت کلن جنګ پۀ ځپلو شوو ذهنونو کښې د سولې غوښتنه پۀ سياسي معنٰي کښې وتراشي. د دعا، د ښېرو او د تشلاسه هيلو د شنډې اسرې پۀ ځاے اولس د سياسي معنې سره د امن مطالبې ته وهڅوي. مونږ دا خبره بيا بيا کوو چې د افغانانو مسئلې، هغه کۀ د ډيورنډ کرښې پورې دي کۀ را پورې، به پۀ سياسي عمل هوارېږي. د سائل صاحب خبره:

    ستا او د ګل منځ کښې لا سائله ډېرې دشتې دي
    تا لا قدم ايښے د ازغو نه پۀ لمبو نۀ دے

    د دعاګانو، ښېرو، تشلاسه هيلو او شنډو اسرو د ‘ازغو’ نه به د فکري، منظم او عملي سياست پۀ ‘لمبو’ قدم ايښودل غواړي. کۀ داسې و نۀ شي، د قيامت پۀ ورځ د اوسپنو پۀ پترو غوڅ او پۀ بارودژن اور د سوزېدلو تنکو ګلونو روحونه به زمونږ ګرېوانونه هم را نيسي.

    د خړکمر د ‘وطن کارډ’ نه د عارف وزير د ‘شناختي کارډ’ پورې

    د پي ټي اېم زلمے ملګرے سردار عارف وزير پۀ وزيرستان کښې پۀ دوېمه مۍ پۀ رڼا ورځ د هغۀ د کور مخې ته وويشتے شو او د اسلام اباد پۀ روغنتون کښې ئې ساه ورکړه. د عارف وزير پۀ قتل اولس بلوه شو، جلسې جلوسونه وشول، پۀ ټوېټر trend وچلېدو، ګواښونه وشول او اوس في الحال کورونا ده!!!

    د عارف وزير پۀ قتل د هغۀ د ورور علي وزير د قومي اسمبلۍ د غړي کېدو پۀ وجه د پاکستان د وفاقي او صوبائي اسمبليو يوه پارلېماني اخلاقي ذمه واري جوړېده چې علي وزير سره ئې د غمرازۍ تکلف کړے وے!!! داسې و نۀ شول. هن! څو شېبو کښې د پنجاب د ګورنر چوهدري سرور د ‘اودي رنګه’ ټوېټر نه ټويت وشو چې د اېن ډي اېس لۀ خوا د منظور د مرګ د کوشش انکشاف سره ئې پۀ کښې د عارف وزير قتل کښې

    علي وزير او محسن داوړ معاونين ګرځولي وو – بيا وروستو هغۀ د خپل ذاتي اودي رنګه (Blue ticked) اکاونټ نه بل ټويټ هم د لاتعلقۍ غونډۍ ته ختلو د پاره کړے دے او توکلې لاړې ئې بيا راخستې دي.

    پۀ دې د پاسه، د اردو ‘آج’ ټي وي سره د دولسمې مۍ خپرونه کښې د خېبر پښتونخوا پولس اٰئي جي ثناء الله عباسي د عارف وزير د قتل پۀ شا کابل کښې د هغۀ د يو تقرير د ردعمل اندېښنه څرګنده کړې ده او وئيلي ئې دي چې پوليس د دې قتل پۀ اړه پلټنې کوي. د عارف وزير قاتلان نۀ خو نامعلوم دي، نۀ ورک او نۀ چرته تښتېدے شي – ستا د کور مخې ته چې څوک پۀ رڼا ورځ راځي او تا وژني، د دې مطلب دا دے چې چا ئې هم ملا ماته کړې نۀ ده او کۀ څوک وائي چې مونږ ئې ملا ماته کړې ده نو دروغ وائي. هغوي د پاره د اېف اے ټي اېف لۀ خوا د پاکستان پۀ ګرے لسټ کښې د شاملېدو باوجود چندې کېږي )ټولنيزې رسنۍ د ويډيوګانو نه برجقې دي(، هغوي د پاره د سمګلنګ، أجرتي قتلونو او اغواء براے تاوان سره لويې نا قابلِ اٰډټ وسيلې او ذرائع پرېوانه شته.

    د اٰٰئي جي خېبر پښتونخوا لۀ خوا د عارف وزير تقرير د عارف وزير پۀ قتل منتج کېدل بې د دې څۀ معنٰي راوړي چې قتل د عارف وزير مبينه تقرير سره د قاتلانو د شديد اختلاف ردعمل دے؟ پۀ دې اختلاف به د پاکستان د اردو او پنجابۍ يو شمېر سياستمداران، ژورنالستان، کاروباريان، سندرغاړي، کرکټران، اداکاران او د نوجيت سنګهـ سدهو سره غاړه غړۍ کېدونکي حکمرانان او جرنېلان هم بيا واجب القتل وي چې د هندوستان سره پۀ تعلقاتو او مختلفو وختونو کښې د هندوستان موقف سره پۀ ودرېدو ئې بيانونه پۀ رېکارډ پراتۀ دي. عارف وزير چې کومې خبرې کابل کښې کولې؛ دغه ئې اسلام اباد، لاهور او کراچۍ کښې هم کولې. دغه خبرو کښې د غدارۍ د کرښو لټولو پۀ ځاے هغه ګيلې ولې د مکالمې برخه نۀ جوړېږي چې دغه خبرې ئې ترخې کړې دي. رياست هېڅ نظرياتي مونډ نۀ لري، نۀ اسلامي نۀ سيکولر، نۀ پلورلسټ او نۀ لبرال – د تضاداتو، ابهامونو او منافقتونو سېلاب دے – د رنجيت سنګهـ تصويران او مجسمې کۀ د پنجاب حکومت او عن پۀ خپله جنرل باجوه لګوي نو نۀ اسلامي غېرت نېغېږي او نۀ پاکستانۍ وينه جوش وهي؛ خو سندهـ کښې راجا داهر باندې ردعمل مختلف وي!!! ټول ملک د ارطغرل ډرامې ته لاسونه پتونانو کښې نيولي د روانو حالات د حل اميد د حليمه سلطان او بشريٰ مانيکا پۀ سترګو کښې لټوي.

    د عارف وزير د مرګ د پاره د هغۀ پۀ تقرير ردعمل خو به د کوم ‘اپنے لوگ’ وي، ایا اٰئي جي صاحب دا وئيلے شي چې د هغۀ د خپل پوليس ډي اېس پي طاهر داوړ د مرګ پلټنې کوم ځاے ته ورسېدې؟ عارف وزير خو وزيرستان کښې ډېر لرې ويشتے شوے دے؛ طاهر داوړ خو د اسلام اباد نه ژوندے اوچت کړے شوے پۀ تورخم اړولے شوے او مړ راوړے شوے دے!!! پلټنې کوم ځاے ته رسېدلې دي؟ اغواء کار څوک وو؟ سهولت کار څوک وو؟ د ‘خړکمر’ د واقعې هم کال وشو – پلټنې کوم ځاے ته رسېدلې دي؟ د مجرمانو تعين خو شوے ؤ، عدالتي کاروائي؟ د عارف وزير سره د بلوڅانو زلمو احسان او شهداد جنازې هم غبرګې دي!!!

    د نقيب مسيد نه تر ارمان لوڼي، ‘خړ کمر’ واقعې او عارف وزير پورې دا تاثر به ولاړېږي چې ګوندې انقلاب د احتجاجونو او ضمانتونو پټ پټوني کښې بحقِ سرکار محفوظ شوے دے؛ خو دا به يوه بله مغالطه وي. د دې مغالطې انګازه کېدو سره د اسفنديار ولي خان پۀ ‘پښتون پرلت’ کښې دا خبره مزغو کښې وکړنګېږي چې “کۀ حکومت د دې زلمو خبره نۀ اوري چې اسلام اباد ته ئې ګيله راوړې ده، نو سبا دا امکان شته چې سخت دريځ خپل کړے شي او بيا خبره د سياسي ګوندونو نه لرې وتلې وي”!!! عوامي نېشنل ګوند د خپل کال 2018 انتخابي منشور کښې دغه ټولو مطالبو ته ځاے ورکړے ؤ او د انتخاباتو کېدو نه پس، پۀ مارچ کښې چې کله پۀ باچا خان مرکز کښې ‘پښتون قامي جرګه’ وشوه، پۀ متفقه او مشترکه يويشت نکاتي اعلاميه کښې دا مطالبې د ټولو پارلېماني ګوندونو نه توثيق کړې شوې.

    د عارف وزير د مرګ کوم جواز چې د صوبې د پوليس اٰئي جي صاحب ښودلے دے، څرګندوي چې عارف وزير هم لکه د نورو ‘ازادو’ پښتنو توې شو – خو، نور څومره مړي؟ نورې څومره جبري بې درکۍ؟ نورې څومره محاصرې؟ نور څومره ازار؟

    يقيناً چې د اسفنديار ولي خان، او د نورو سياسي خلکو هم، سترګو به داسې يوه اندېښنه ليدلې وي لکه امريکا چې د ‘جارج فلويډ’ (George Floyd) پۀ مرګ روان احتجاج وجړقوله او اوس د يورپ زمکې ته هم د دغه احتجاج جړقونه روان شوي دي. د سياست غاړه خلاصه ده، پړه به د رياست پۀ غاړه وي!!!

    اتلسم ائيني ترميم

    اتلسم ائيني ترميم باندې د ‘پښتون’ دې ګڼه کښې بشپړه ليکنه خپره ده او دا وئيلے شوي دي چې دا ترميم د پاکستان دننه د ائيني تاريخ هغه واحد سمون دے چې پۀ مخالفت کښې ئې د يو سياسي پارلېماني ګوند ووټ هم نۀ دے پرېوتے. دې ترميم کښې سياسي ګوندونو د حکمرانۍ، انتظاميې، څارنې او پرمختګ پۀ حواله د يو سل څلورو پورې شقونو کښې بدلونونه کړي دي. دې بدلونونو سره د رياستي امورو نه شخصي اختيارات ادارو ته ورکړے شوي دي او هره معامله کښې د مکالمې، افهام و تفهيم او شراکتِ عمل د لارو د سپړدلو کوشش شوے دے چې دا يقيناً د سياسي استحکام پله د ائيني تګ هڅه ده. دې ترميم کښې د فوجي غېر جمهوري اېډونچر روايت ټولو پارلېماني سياسي ګوندونو مسترد کړے دے.

    د مبينه باجوه ډاکټرين وړومبے شهادت د کال دوه زره اتلسم د انتخابي انجينئيرنګ نه پېل شوے او تر دې دمه پۀ منظم ډول د سياسي ګوندونو د پڅولو او پسپا کولو د پاره رياستي اوزار عدالت، احتساب کمېشن او ميډيا وغېره پکارولے کېږي. د اتلسم ائيني ترميم د ختمولو د پاره د وړومبي ډرافټنګ خبر پروسکال د دسمبر پۀ نيمه کښې ګنګوسه شوے ؤ. د ملک د اٰرمي چيف لۀ خوا پۀ دې اړه د يو ‘غېر ائيني’ اولسي بيان او د ملک د ګوډاګي وزير اعظم لۀ خوا د ‘غېر پارلېماني’ بيان نه پس باجوه ډاکټرين د وخت تېرېدو سره ورو ورو برڅېره کېدو. اوس د لسم اېن اېف سي اېوارډ د متنازعه کمېټۍ، د صوبو نه د پينځلس سلنې برخې تروړلو، وفاقي ذمه واريو او خسارو سره د وفاق قرضونه صوبې ته پۀ سرولو سره دا شخړه د خپل کلائمکس طرف ته خوځېدلې ده. د سياسي ګوندونو دننه ډلې ټپلې روانې دي او اتلسم ائيني ترميم د پاره د سرونو د شمېر پوره کولو کوشش کېږي. دا سياسي مسئله ده او پۀ سياست به حل کېږي. سياست ډېر لوے پراخه زړۀ، سينه او حوصله لري – خو کوم سياسي ګوندونه چې دې لړ کښې رياستي ټافۍ ته لاړې خولۀ کښې اړوي راړوي، هغوي دې خبر وي چې د رياست د اسرې ځاے ‘شين’ دے؛ رياست د خپلو مشکڼو رنګ او د خپل بزغلي بوي پېژني؛ رياست چې پۀ اړۍ شي نو بيا د خپل مسلم ليګ نواز شريف او د خپل دفاعِ پاکستان کونسل مولانا سميع الحق باندې هم چروت نۀ وهي!!!

    سلطنت ګل: قبر No.1599

    د عوامي نېشنل پارټۍ شارجه تنظيم نائب صدر سلطنت ګل مسافرۍ کښې ساه ورکړې ده او د عجمان اديره کښې ښخ کړے شوے دے. ښاغلي زرين زاده د هغۀ د قبر چې 1599 شمېره پرې ليکلې شوې ده، سره د هغۀ پاسپورټ لاسو کښې نيولے يو انځور هم ورکړے دے چې زړونه تېرۀ تېرۀ سکونډي.

    ‘د سرو او سپينو نه د ډک وطن’ پۀ شنه شونډه زلمي ‘مزدورو پسې بهر وځي’ او خانه بدوش مسافر ژوند تېروي. داسې حالاتو کښې ئې چې مرګ هم پۀ خپله مور خاوره نصيب نۀ شي او خپل کور ئې اخري ديدن هم و نۀ کړے شي نو پۀ روح به ئې څۀ تېرېږي. داسې سلګونه مړي خبرونه دي چې بهر هېوادونو کښې بې اسرې پراتۀ دي او د رياستِ مدينه د حکمرانۍ دعوېدار ترې لا تعلقه دي.

    پاکستان کښې د کورونا پۀ ضد د رياستي نا اهلۍ لۀ کبله د اغېزمن شوو شمېر 77,000 او د مړو شمېر د 16,000 نه زيات شوے. لسګونه ډاکټرانو استعفيٰ ګانې او د دې کرښو تر ليکلو د اتۀ ويشتو نه زياتو ډاکټرانو، نرسانو او هېلتهـ ورکرانو ساګانې ورکړې دي. رياست د خپل اولس د قتل مرتکب دے. دا زمونږ د الميو نه د ډک تاريخ يوه بله سانده تاريخ کښې خوندي کېږي!!!!

     

  • د باجوړ او مومند د حد بندۍ شخړه:د Divide and Rule د سامراجي پاليسۍ تسلسل – جاوېد ثاقب

    پېرنګي سامراج چې پۀ واکمنۍ کښې به ئې نمر نۀ ډوبېدو، د رياستونو د قبضه کولو او واکمنۍ پراخه کولو لپاره ئې يوه پاليسي د “Divide and Rule” )خلک پۀ مختلفو حوالو تقسيم کړه، حکومت پرې کوه او وسائل ئې تالا کوه( پۀ نوم وضع کړې وه. د هندوستان د قبضه کولو لپاره ئې هم دغه پاليسي پۀ عمل کښې راوسته او هندوستان ئې قبضه کړو. پېرنګي پۀ هندوستان کښې خپله قبضه هم د دغه پاليسۍ پۀ زور د هندو مسلمان، تاجر مزدور، چوت اچوت، سرکاري او غېر سرکاري، علامه او ‘سر’ وغېره پۀ نامو تقسيم سره دوامداره وساتله.

    د هندوستان د تقسيم نه پس خو پېرنګے لاړ خو چې دلته ئې کومه د مذهبي انتها پسندۍ د تجربو لېبارټري د پاکستان پۀ نوم قائمه کړه، نو د هغې لېبارټرۍ دننه د پېرنګي “ځاے ناستو” چې ټول عمر ئې د پېرنګي سامراج د حفاظت د پاره خدمات تر سره کړي وو، ته ئې هم هغه خپله پاليسي ورکړه او د دې لېبارټرۍ واکمن لا تر دې دمه هم پۀ دغه پاليسۍ روان دي.

    يو بل ته اړم يو بل ته قهرېدلے قام خبر دے؟

    د وړو صوبو او محکومو قامونو خلک ئې پۀ خپل منځ کښې پۀ مذهبي، کلتوري، نسلي، لساني او جغرافيائي شخړو اخته کړي دي او دوي ورله پۀ وسائلو تالان راخستې دے. چرته چې د مذهب اثر وي، هلته رياست ږيره پرېښې، قبا اغوستې، شونډه خرئيلې او تور پټکے پۀ سر مذهبي کشته خرڅوي او چرته چې ضرورت شي نو هلته ئې کلين شېو کړے، ټائي پۀ غاړه، تهري پيس سوټ کښې د لبرل ازم معجون لاس کښې نيولي وي – د رياست پاکستان دغه پاليسي د خېبر پښتونخوا تر څنګ پۀ نوو ضم شوو ضلعو او بلوچستان کښې ډېره دوامداره ده، ولې چې دا سيمې د قدرتي وسائلو او معدنياتو نه بېخي مالا مال دي.

    د “Divide and Rule” پاليسۍ تر څنګ پۀ ذکر شوو سيمو کښې وخت پۀ وخت د دهشتګردۍ او بيا د هغې نه پس د دهشتګردۍ د ختمولو پۀ بهانه د اپرېشنونو تجربې هم يو پۀ بل پسې لکه د پي ټي وي د ډرامو چلېږي او د اولس پام د بمونو، خودکشو، اپرېشنو او د احسان الله احسان د نيولو او تښتېدلو خبرو ته وي او د دې سيمو وسائل او معدنيات تالا شي؛ لوښي لرګي، ټي ائرنې او ګاډرې غلا شي، کاروبارونه ړنګ شي، سکولونه او کالجونه وران شي، بازارونه او مارکيټونه مسمار شي او د ټولنيز ژوند تر څنګ ئې معاشي او کلتوري مشاده ګډه وډه شي. دا ټول عمل ډېر پۀ سائنسي طريقه کېږي.

    پۀ ذکر شوو سيمو کښې نوې ضلعې چې د 1901ز نه پۀ کښې د پېرنګي تور قانون )ايف سي اٰر( نافذ ؤ؛ پۀ سياسي عمل پابندي وه او اولس ته د وکيل، دليل او اپيل حق نۀ ؤ حاصل. د پولټيکل اېجنټ بادشاهي وه. د رياست مراعات يافته ملکان پۀ اولس مسلط وو. د جماعت د منبر نه به هر لس پينځلس کاله وروستو د جهاد پۀ نوم، د شريعت پۀ نوم، د طالب پۀ نوم، د القاعده او مجاهد پۀ نوم نوې نوې فتنه راپورته کېده. د اولس وينې به توې شوې، کورونه به ئې وران شول، کډه پۀ سر او در پۀ در به شول. د دغه تور قانون پر ضد چې سياسي، سماجي او ټولنيز تنظيمونه کامياب شول او پۀ 2018ز کښې د دغه تور قانون خاتمه وشوه، سياسي عمل پۀ سيمه کښې دوامدار شو نو د اولس سترګې هله وغړېدې. يو وخت ؤ چې د باچا خان او ولي خان خبرې د “ازاد قبائل” پۀ نوم دهوکه شوو قبائلو ته هېڅ ارزښت نۀ لرلو. د پاکستان پۀ اسمبلۍ او سېنټ کښې نن هم د اسفنديار ولي خان کړي تقريرونه او وړاندې کړي قراردادونه پۀ ارکائيوز کښې خوندي دي چې د اېف سي اٰر ختمولو، د قبائلي سيمو خېبر پښتونخوا سره يو کولو او د جهاد پۀ نوم د پښتنو د وينو تويولو د عمل مخنيوي د پاره پۀ کښې مطالبې شوې وې. کله چې د دغه سيمو پښتونخوا سره ادغام وشو نو د جهادونو، شريعت، طالب او مجاهد پۀ نوم د شوو دهوکو احساس د دغه سيمو اولس ته وشو. خپل دوست دښمن ئې وپېژندو. نو د سيمې اولس بېخي پۀ صفا ژبه چې زيات شمېر پۀ کښې د ځوانانو ؤ، رياست ته دا کرښه راکښله چې دا لوبې ستا او ستا د مسلط کړے شوو بادارانو دي، مونږ نور دغه لوبو ته پۀ خپله سيمه کښې ځاے ورکولو ته تيار نۀ يو او جنګ ته ئې بېخي د پاې ټکے کېښودو.

    نو اوس يو ځل بيا دغه رياست چې معاشي ډهانچه ئې پۀ جنګي اقتصاد ولاړ ده، پۀ دغه سيمو کښې د نوو جنګونو لپاره لارې چارې لټوي. خو دا ځل پۀ دغه سيمو کښې د دهشتګردۍ پاليسي ناکامه ښکاري چې يو لامل ئې د اولسي شعور بېداري ده او بل دا چې نړۍ کښې هم د جنګ پۀ ضد اوازونه توانا کېږي؛ نو يو ځل بيا رياست هم هغه د خپل اقا د “Divide and Rule” پاليسي خپلوي او پۀ ټولو نوو ضلعو کښې ئې ځاے پۀ ځاے د اولس تر منځه د وسائلو، معدنياتو، غرونو او زمکو شخړې راپورته کړې دي او د اولس تر منځه د يو بل خطرناک جنګ خطره پېښه ده.

    د سيمې باشعوره ځوانان، سياسي کارکنان او ټولنيز فعالان اندېښمن دي چې بيا به څومره وينې توئېږي؟ څومره کورونه، بازارونه، سکولونه او کالجونو به ړنګېږي؟ څومره مېندې به بورېږي، خوېندې به ميراتېږي او تور سرې به کونډېږي؟ څومره وسائل او معدنيات به قبضه کېږي او غلا کېږي؟ د لاهور او فېصل اباد مِلونه او صنعتونه به څومره پراخه کېږي.

    پۀ دغه شخړو کښې تر ټولو توده شخړه د مومند د ساپو قبيلې او باجوړ د ترکاڼي قبيلې تر منځه ده کومه چې د “مامد ګټ” پۀ يوه لويه هواره زمکه جوړه شوې ده. هسې خو دغه شخړه پۀ 1969ز کښې هغه وخت جوړه شوه چې کله د باجوړ علاقې نواګۍ ته د پاکستان فوج راتلو. پۀ دغه زمانه کښې د نواګۍ پۀ خواوشا د نواګۍ خان رياست قائم ؤ چې پولې ئې تر د ساپو د سيمې چې پۀ هغه زمانه کښې به ورته “سور کمر” وئيلے کېدو، ته رسېدلې وې. د دغه رياست مرکز نواګۍ وه. د نواګۍ خان د فوج مرستيال ؤ او غوښتل ئې چې فوج نواګۍ ته راشي او خپل اثر رسوخ د نواګۍ پۀ رياست کښې پېدا کړي، خو ولې ساپيان چې تر دغه وخته د نواګۍ د خان فرمان بردار وو او د نواګۍ د دغه خانۍ د رياست سپاهيان به د ساپو پۀ علاقه دروازګۍ کښې ناست وو، د فوج د راتګ مخالف وو. فوج چې نواګۍ ته راغلو نو د نواګۍ د خان د رياست خاتمه ئې هم وکړه خو د دغه نه پس د ساپو قبيلې او نواګۍ د خان تر منځه اختلافات او دښمني پېدا شوه. پۀ دغه دښمنۍ کښې د ساپو قبيلې د “ښکار ځاے” پۀ مقام چې کومه زمکه وه، هغه ئې شړه کړه او لا تر دې دمه شړه پرته ده. د ځائي خلکو وېنا ده چې دغه زمکه د نواګۍ خان نۀ بلکې د نواګۍ د ترکاڼي قبيلې ده خو د نواګۍ خان پۀ جبر د اولس نه قبضه کړې وه او د زمکې د بندولو نه وروسته به تر ډېره وخته د نواګۍ دغه ترکاڼي قبيلې زمکه پۀ غلا کرله او رېبله هم او دغه لانجه تر دې دمه روانه ده. خو ولې دغه لانجې زور دوه درې کاله وړاندې هغه وخت ونيولو چې کله پۀ دغه ځاے باندې د پاکستان فوج د “کېډټ کالج” بنياد کېښودو. پۀ دغه کالج کښې د پاکستان فوج تر دوه زره کناله زمکه ګېره کړه او د زمکې د مالکانو د وېنا تر مخه تر اوسه چا ته يوه روپۍ هم نۀ ده ملاو. د کالج نه علاوه د اېف سي يو کېمپ هم پۀ دغه ځاے جوړ شوے دے چې د دغه متنازعه زمکې د فريقېنو د وېنا تر مخه پينځۀ سوه کناله زمکه ئې ګېره کړې ده او د هغې هم اولس ته قيمت نۀ دے ورکړے شوے.

    خو پۀ اوس نزدې ورځو کښې چې د کورونا نړوبا ټوله نړۍ پۀ خپله غېږه کښې اخستې ده، د نړۍ ټول نظام مفلوج او پۀ ځاے ولاړ دے، د پاکستان حکومت هم پۀ ټول ملک دفعه 144 نافذه کړې ده. سکولونه، بازارونه او نور کاروباري مرکزونه بند دي او پۀ انساني غونډو پابندي ده. نو د يو سازش لاندې د دغو دواړو قبيلو تر منځه دغه شخړې له هوا ورکړې شوې ده.

    رياست نوو ضلعو کښې د ائين نافذولو لار کښې خنډ دے

    د اپرېل د مياشتې پۀ شپږمه نېټه دواړه قبيلې راووتلې او يو بل ته مخامخ د سوونو پۀ تعداد کښې کښېناستل او يو بل ته ئې ګواښونه کول او دغه غونډه تر ديارلس ورځو پورې راونه وه چې پۀ کښې د مومندو ساپي قبيلې د باجوړ لوے سړک هم د تګ راتګ لپاره تړلے ؤ او نزدې وه چې دغه شخړه د وينو بهېدو ته تلې وه او ډېر قيمتي انسانان پۀ کښې د منځه تلي وے خو دواړه اړخ ته پۀ کښې د مولانا خانزيب، شېخ جهانزاده، جنګرېز مومند او لعل باچا پۀ رنګ د باچا خان د عدم تشدد فلسفې پېروکار تر منځه شول او دواړو قبيلو ته ئې بار بار د عدم تشدد درس ورکولو او خبره تشدد ته لا نۀ ړله. د اولسې جرګې پۀ مرسته دغه دواړه قبيلې پاڅولې شوې او جرګه تر منځه مقرر شوه.

    سوال دا پېدا کېږي چې يو اړخ ته دفعه 144 لګېدلې ده او پۀ انساني غونډو پابندي ده، خو بل اړخ ته پۀ سوونو اولس راوتلے دے او رياست هېڅ قسمه اېکشن نۀ اخلي؟ معلومېږي چې د دې پۀ شا هم دغه د رياست د تقسيمولو او حکومت کولو پاليسي روانه ده او اولس پۀ تشدد کولو مجبورولے کېږي. اندېښنه ښکاره کېږي چې کۀ چرته دواړه قبيلې پۀ تشدد مجبوره شي نو شايد چې بيا رياست لکه د خپل زوړ عادت زمکه پۀ خپله قبضه کښې واخلي او اولس ته د وينو بهېدو نه سېوا هېڅ هم پۀ لاس ور نۀ شي.

    دلته د يادونې وړ ده چې د متنازعه زمکې دواړه اړخونو ته غرونو دي چې قيمتي ماربل، منګنيز، کرومائټ، ګرېنائټ، سلفر، نفرائيډ او نور معدنيات پۀ کښې پۀ لوے مقدار موندلے شي. د معدنياتو نه علاوه هم پۀ دغه زمکه کښې د افغانستان اړخ ته د ‘نوا پاس’ پۀ نوم يوه لويه تجارتي لار هم ده چې تر 2008 د باجوړ او مومندو اولس د تجارت لپاره کاروله او د دغه سيمو د اولس د معاش لويه ذريعه وه. خو د 2008 د اپرېشن سره دغه لار د پاکستان د فوج لۀ خوا تړلې شوې ده او لا تر دې دمه بنده ده.

    د دغه معدنياتو او تجارتي لارې پۀ موجودګۍ کښې خبره ښکاره کېږي چې هم د دې لپاره دغه دواړه قبيلې پۀ تشدد مجبورولې شي چې فوج ته د قبضې لار هواره شي او د کالج او کېمپ د زمکې تر څنګ دغه تقريباً څلور پينځۀ زره کناله زمکه، دغه معدنيات او تجارتي لاره پۀ خپله قبضه کښې واخلي، اولس خوار و زار کړي او دوي خپله واکمني مضبوطه کړي.

    Rs. 32.5bn

    د باجوړ او مومند د اولس پۀ شمول د نورو نوو ضلعو اولس بايد پۀ دې خبره پوهه شي چې د عوامي نېشنل پارټۍ اوږده مبارزه چې پۀ دې کښې ئې قيادت جېلونه تېر کړل، د کفر او غدارۍ الزامونه پرې ولګېدل او د خودکش بمبارانو ښکار شول؛ او بيا وروستي دور کښې د نورو سياسي پارټيو لۀ خوا د همکارۍ پۀ نتيجه کښې اېف سي اٰر د منځه لاړو او دا سيمې د خېبر پښتونخوا برخه شوې. دې سره د اتلسم ائيني ترميم پۀ صورت کښې چې نور ملک ته کوم ائيني او قانوني حېثيت حاصل دے، اوس دا سيمې هم دغه ائيني او قانوني حېثيت لري.

    Rs. 72bn

    خپلو کښې يو بل ته اړم قام دې خبر وي چې:

    د نوو ضلعو هغه خلک چې د ترهګرۍ پۀ ضد جنګ کښې بې کوره شوي وو او رياست ورته TDPs وائي، د دغه TDPs د ښېګړې د پاره پۀ جون 2019 کښې د دوه دېرش نيم اربه (32.50 bn) روپيو بجټ منظور کړے شوے ؤ. اوس د سيکېورټۍ د پاره د زيات بجټ د ضرورت پۀ وجه دغه 32.50 اربه نه 48% کټوتي وشوه او دا اوولس اربه (17bn) کړې شوې دي. يو بل ته اړم قام خبر دے؟

    پۀ 32.50 کښې پۀ تېرو نهه مياشتو کښې صرف پينځۀ اربه (5bn) روپۍ يعني 15.4% د بې کوره شوو خلکو د ښېګړې د پاره لګولې شوې دي. دا خو به کېمپونو کښې پرتو خلکو ته پته وي چې پۀ څۀ لګولې شوې دي، خو يو بل ته اړم قام خبر دے؟

    د تحريک انصاف خلکو او د دوي حکومتي اتحاديانو خپلو علاقو د پاره پۀ ترقياتي فنډ نۀ ورکولو ګروپونه جوړ کړي وو، دوي د پاره چې کومې څليريشت اربه (24bn) منظورې شوې وې، هغې کښې ورته دوه ويشت اربه (22bn) يعني 92% ورکړې شوې دي!!! خو دوي نه کټوتۍ کېږي!!! يو بل ته اړم قام خبر دے؟

    د نوو ضلعو د ترقۍ د پاره د منظور شوي بجټ پۀ څليريشت اربه (24bn) کښې تر دې دمه صرف نهه نيم اربه (9.6bn) او د نوو ضلعو د ترقۍ د پاره د لس کلني ترقياتي پروګرام د منظور شوي بجټ پۀ اتۀ څلوېښت اربه (48bn) کښې تر دې درې ويشت اربه (23bn) خرچ کړې شوې دي. څنګه او پۀ څۀ خرچ کړې شوې دي؟ نهه مياشتو کښې د ټول منظور شوي بجټ دوه اويا اربه (72bn) نه صرف دوه دېرش نيم اربه (32.6bn) يعني صرف او صرف 45% لګولې شوې دي!!! چرته او څنګه لګولې شوې دي؟ ایا يو بل ته اړم قام خبر دے؟ دا باقي 55% يعني څلوېښت اربه (39.4bn) چرته دي؟ چرته به لګي؟ چرته به ځي؟ یو بل ته اړم قام خبر دے؟

    ياده دې وي چې د يو اېکټ لاندې شپه پۀ شپه معدنيات حکومت پۀ خپل تحويل کښې اخستي دي. ياده دې وي چې حکومت دغه سيمو کښې د ائين او قانون نفاذ د پاره د سويلين ادارو قائمولو کښې لنګولېټ کوي. ياده دې وي چې دغه علاقې اوس هم عملاً د اېف سي اٰر لاندې دي او د غېر رياستي عناصرو او سېکيورټي ادارو قبضه کښې دي. يو بل ته اړم قام خبر دے؟

    9.6% of Rs. 24bn

    48% of Rs. 48bn

    دې حالاتو کښې پۀ ځاے د دې چې دا لښکرونه چې د “مامد ګټ” پۀ سر يو بل ته ګواښونه کوي، يو بل ته برېتونه تاوهي، يو بل ته مټې رانغاړي، يو بل ته شپېلۍ نېغې نېغې کوي – د خپل حق او د خپلو بچو د مستقبل د پاره دغه اربونو روپيو د پاره څۀ کوي؟

    يو بل ته د اړم قام څۀ خيال دے!!!

  • اداريه: مۍ ۲۰۲۰

    کورونا زمونږ ژوند بدلوي!!!
    کورونا اوس ‘د چين ښاپېرۍ’ نۀ ده پاتې، پۀ نړۍ ئې وزرې د پاسه او جرړې لاندې خورې کړې دي.
    وباګانې هسې هم پۀ انساني ټولنه، د هغوي ژوند او ژوندتېري باندې ژور اغېزونه پرېباسي؛ خو کورونا پۀ دې لږه موده کښې وښودله چې زمونږ ژوند پۀ بله اړولو ته ئې پۀ راستۍ مټې رانغښتې دي. دا به زمونږ ژوند، ژوند ته زمونږ سوچ او اپروچ او زمونږ ټولنيزو رويو کښې پاخۀ بدلونونه راولي. دا به زمونږ خپل ځان سره، يو بل سره، چاپېريال سره، حکومت سره او بهر دنيا سره د تعلق، رشتې او تعامل نوي اړخونه وبڼي. دا وخت ئې مونږ پۀ کورونو کښې بند کړي يو او ژوند ئې پۀ ځاے ټپ کړے دے. دا حالات به څومره غزېږي؟ کېدے شي تر څو مياشتو! کېدے شي کال! کېدے شي کال نه هم زيات.
    پۀ مياشت ورځې د بره شوې چې مونږ د خپل ځان سره خودساخته تنهايۍ کښې معتکف شوي يو. اوس خپل مخ له لاس نۀ وړو. لاسونه پۀ څو کرته وينځو. د پلار سينې، د مور غېږ او د ښځې پښو له نۀ ورځو. نيازبينې لُور خوږ زوي نه وشوکېدو. ملګرو نه لرې شو. شريکه هوا کښې ساه اخستل مو هم مرۍ نيسي. د ‘ټولنيز واټن’ (social distancing) پۀ حواله ‘عارضي’ احتياط زمونږ د نفسياتو برخه او زمونږ ‘پوخ خوي’ جوړېږي. د يو بل نه دا لرې والے به زمونږ د مزاج مستقله برخه وګرځي؟ کۀ داسې شي نو زمونږ شريکې کوړمې، حجرې دېرې، عبادتخانې، منډۍ روزګارونه، جلسې جلوسونه، غونډې مشاعرې، سيمينارونه، مېلې ټېلې، غمونه ښادۍ!!! څۀ به کېږي؟ څۀ رنګ به اخلي؟
    هغه خلک چې ځانونه ئې ډېر خوندي ګڼل – هغه خلک چې ډېر ترقي يافته او د اٰفتونو، زلزلو، قحطونو، جنګونو، وباګانو، مرګونو او رياستي او غېر رياستي عناصرو نه هم خوندي وو؛ د عدم تحفظ احساس سره مخ شول. محفوظ کۀ تر دې دمه پاتې دي نو مليان او فوجيان پاتې دي!!! دوي خو هر وخت محفوظ وي.
    ژوند ‘انلائن’ بڼه خپلوونکے دے!!! د ټولنيز واټن زياتېدو سره به رابطې زياتې شي. مونږ چې د چا نه لرې يو، هسې مو هم ورسره تماس نيولو ته زيات زړۀ وي. شخصي، تعليمي، کاروباري او انتظامي رابطې به لا زياتې شي – مونږ به د ‘لمس’ لۀ وېرې هسې هم مخ پۀ مخ ليدو نه څنډه کوو!!!
    خو داسې حالات نوي امکانات هم زېږوي!!! کورونا چې زمونږ د ژوند مختلفو اړخونو له کوم زورور ټېلونه او ديکې ورکوي، دې کښې دا صلاحيت شته چې ټولنه کښې ژورې ځېلې لرونکے ‘قطبيت’ (Polarization) هم د منځ نه يوسي. د قامي شناخت، کلتور او سياسي اختيار پېدا کړي قطبيت مختلف وفاقي يونټونه چې خپل ځان ځان له تاريخيت، کلتور، وسائل او نفسيات لري، خپلو کښې هم او د يو بل سره هم يو ځاے کېدو له نۀ دي ورکړي. د پاکستان پۀ وفاق دننه پښتانۀ، بلوچ او سرائيکيان دغه قطبيت زورلي، ځورولي او تش لاس کړي دي. د ‘شريک دښمن’ د شريک مدافعت او مزاحمت سوچ امکان لري چې دغه قطبيت ونړوي. دا د پاکستان تر حده ممکن نۀ ښکاري، ځکه چې مونږ دلته وليدل چې د پښتنو او بلوڅانو وينې بهېدې او بهېږي نو پاتې پاکستان پرې د ‘شمع ګردۍ’ تکلف هم نۀ دے کړے. نن هم کۀ پښتانۀ او بلوڅان د غېر رياستي عناصرو دړکې سره مخ دي، د رياستي شنډو اپرېشنونو وبال ئې پۀ سر دے، وسائل ئې معصوب او دوي مغلوب دي نو ‘نور’ پاکستان مذکوره قطبيت دې هر څۀ نه لاتعلق ‘ساتلے’ دے. څنګه چې ‘کورونا’ نۀ سپين ګوري نۀ سکڼ، نۀ پېړ نۀ مانده، نۀ موړ نۀ وږے، نۀ پوهه ناپوهه او نۀ مذهب يا بله کومه حواله – دغسې دهشتګردۍ هم نۀ حجره پېژنده نۀ جومات، نۀ درشل نۀ بازار، نۀ لوبغالے نۀ انګرېزي سکول او نۀ ديني مدرسه – کۀ د کورونا او دهشتګردۍ پۀ ټولنه دا اثرات د مباحثې برخه وګرځولې شي او دا شعور خورولو د پاره هڅه وشي نو هيله کېدې شي چې دغه قطبيت د ټولو وفاقي يونټونو تر منځ، او کۀ دومره پراخ نۀ وي نو لږ تر لږه د پښتنو، بلوڅانو او سرائيکيانو خپل منځ کښې مات شي. دا قطبيت چې د ‘غېر جمهوري قوتونو’ د سياسياتو

    اجاره دارۍ او د انتخابي انجنئيرنګ پۀ زور او استثمار پېدا کړے شوے دے، ممکنه ده چې وچوي. دا ضروري نۀ ده چې پۀ دوه څلور ورځو کښې دې داسې وشي – د 1816 نه د 1992 پۀ منځ کښې د اتۀ نیم سوه (850) رياستي تنازعو پۀ شا د پرتو عناصرو د سپړدنې او څېړنې نه دا پۀ ډاګه شوې ده چې پينځۀ اويا سلن (75%) تنازعات يا رياستونه د سياسي قطبيت د ماتېدو سره د لسو کالو دننه د منځ نه تلي دي. د مغل سلطنت، د ترکي خلافت، برطانوي سامراج، سويت يونين، بوسنيا او د ‘مشرقي پاکستان’ ډاګيز مثالونه شته. ضرورت بس د دې خبرې دے چې دغه سياسي او کلتوري قطبيت د “اولسي بیانيې” برخه جوړه کړې شي او دا چې دا قطبيت څنګه د مذهب او ملک پۀ نوم د انسانانو بنيادي حقونه تروړي، دا تعلق ښکاره کړے شي. دې لړ کښې چې سياسي او کلتوري بيانيه څومره هم دليل سره مخ ته يوړې شي، تعميري به وي او دغه سفاک قطبيت به مسمار کړي.
    کۀ چرې دا قطبيت ترينګړۍ هم قدرې وخوري نو د عسکريت سره ‘غوټه کړے شوے’ د حب الوطنۍ تصور به هم د عسکريت نه وشوکېږي. د حب الوطنۍ تصور نېغ پۀ نېغه د فوج علامتونو سره غوټه کړے شوے دے. مونږ وينو چې پۀ بازارونو کښې د کوچني ماشومانو د پاره ځينې مور پلار د فوجي وردۍ جامې د اختر شوقدر د پاره اخلي – ماشومان هم غواړي چې دغه وردۍ واغوندي. د پلېسټکي ټوپکونو، توپنچو، ټېنکونو او د لوبو ‘عسکري سامان’ سره د ماشومانو تړون؛ يا د هغوي د مور پلار دا خواهش چې بچي ئې ټوپکونو، توپنچو، ټېنکونو او د لوبو ‘عسکري سامان’ سره وويني، د رياست د جنګي بيانيې او نا قلاره ذهنيت ورکړه ده چې د تعليمي نصاب او مذهبي منبر و محراب نه کرلې شوې ده. خو ‘کورونا’ داسې څۀ نۀ دي چې د دې پۀ ضد به پاټکونه، چېک پوسټونه او کوم د پېغمبري نامې اپرېشنونه پۀ کار راشي – کورونا د سن پېنسټهـ جنګي چاربېتو او “بړا دشمن بنا پهرتا هے” پراډکشنز باندې نۀ تمبېږي – دا پۀ ډز نۀ ويشتے کېږي. اېس اېن جي کمانډوز، اېف سوله، جي اېف تهنډر، الخالد ټېنک يا پۀ قلعه بالاحصار کښې د رنجيت سنګهـ تصوير باندې دا نۀ پۀ شا کېږي – دا داسې نۀ ده چې پۀ ټارګټ کلنګ به ئې دباو کړې يا به ئې يونيورسټۍ کښې پۀ وحشيانه طريقه سنګسار کړې يا به لکه د عمران خان او خادم حسېن رضوي ستا “اپنے لوگ” وي چې ستا پۀ وېنا به ګډېږي، اسلام اباد لاک ډاون به کوي، فېض اباد محاصره به کوي او بيا به د دوه زرو لفافه واخلي او ځي به!!! خلک چې د ووهان ‘لي ونليانګ’ (Le Wenliang)، د پېښور ډاکټر اسامه رياض، پروفېسر ډاکټر جاوېد اقبال او پۀ سلګونو ډاکټران، نرسانې، پېرامېډکس او د صحت د عملې خلک ويني نو د حب الوطنۍ يو نوے تعريف به مخې ته راځي. خلک به د هغوي د هغه قربانۍ احساس کوي چې ځانونه ئې مرګونو ته نيولي دي. هو! بې شکه چې د ډاکټر کار علاج کول دي، خو دا صرف علاج کول خو نۀ دي، دا خو ځان مرګ ته تړل دي. د خپل سر پۀ بيعه د نورو ژوند ژغورل دي. خلک به سوچ وکړي چې اصل حب الوطني خو د انسانانو ژوند بچ کول دي، دا نۀ چې کۀ خلک خپل وي کۀ پردي، کورونه ئې الوځوې او پۀ اور او وسپنه ئې وژنې!!! دې سره به د حب الوطنۍ تصور ‘غېر فوجي’ شي او دا به د کورونا احسان وي.
    کورونا به د حکومتي او انتظامي غېر سنجيدګۍ پله هم د خلکو پام ور واړوي. پۀ عام حالاتو کښې د يو وقتي ټوقمار اداکار يا د يو بې سره لوبغاړي پۀ حکومتي او انتظامي چارو هوائي ډوزې او نيوکې هم زغملې کېدې شي خو داسې حالات چې کورونا زېږولي دي، حکومتي او انتظامي سنجيدګي غواړي. د اېټمي طاقت نشه، حزب اختلاف د بڼې نه سپکول، د پېريانو پۀ جنترۍ بجټونه جوړول، عدالت او احتساب ملنډه کول، محکمې رېټائرډ جرنېلانو ته سپارل او پۀ ميډيا د ‘نورتنو’ کښېنول دې حالاتو کښې مرستيال نۀ شي کېدے. دا احساس ډېر پۀ تېزۍ سره زياتېږي چې حکومت چلول يو سنجيده کار دے او دا پۀ جذباتي اعلانونو او ‘يُو ټرنونو’ نۀ شي چلېدے. کورونا به د رياستي دلچسپيو، د بجټونو د مدونو، د وسائلو د لګښت او د صنعتونو د پېداوار پۀ حواله هم پورته کېدونکي سياسي سوالونه د اولس پۀ ژبه ږدي. د اولس لۀ خوا به د تعليم، صحت او سوشل وېلفئير مدونو کښې د زيات بجټ او زيات کار غوښتنه کېږي. د روغتيا لړ کښې به د ‘فاصلاتي علاج’ (Tele-medicine) تصور پراختيا ومومي او د درملو او ويکسينو د مارکيټ د ضرورت مطابق جوړېدل چې پۀ ګرانه بيعه او ټيټ معيار دي، مخه به اوړي. د دې سره، کورونا به د مختلفو مذهبونو د اجتماعي عبادت او مذهبي مقدسو تهوارونو پۀ حواله هم اثرات پرېباسي. د مذهبونو پۀ نوم د کلتوري او اقتصادي جنګونو کوم جال چې خور دے، ممکنه ده تر يوۀ حده هغه را غونډ شي، عقيده او مذهب ‘شخصي حق’ ومنلے شي او پۀ خدايانو تقسيم شوي انسانان انسانيت شريکه رشته تسليم کړي. د تعويذونو، دمونو او څاښتونو مقابل اوس هم خلک د سائنس پۀ ارزښت زيات باور لري، پۀ سائنس دا باور به نور هم سېوا شي.
    عوامي نېشنل پارټۍ د تېرو ټولټاکنو پۀ منشور کښې د صوبائي خودمختارۍ نه پس د ” ضلعي خودمختاري” يو تصور وړاندې کړے ؤ. د کورونا دې حالاتو کښې اولس وليدل چې د مرکزي حکومت نه صوبائي او د صوبائي حکومت نه ضلعي نمائندګان زيات اولس ته نزدې او ښکاره وليدے شول. وفاقي حکومت خو پۀ يو لحاظ د صوبو نه د ‘لا تعلقۍ’ اعلان کړے دے. د ‘سمارټ لاک ډاون’ اعلان هم د ‘تبديلي’ غوندې غېر مؤثره او غېر کارامده ثابت شو. د سندهـ ‘اولسي حکومت’ د وفاق او نورو صوبو د ‘فوجي’ حکومتونو مقابله کښې زيات اقدامات کړي دي – سندهـ حکومت خو اوس د ‘کورونا ريليف ارډيننس’ راوړو سره د ملازمتونو خوندي کولو سره نور اقداماتو ته هم قانوني ائيني تحفظ ورکړو. تحريک انصاف د اولس پۀ کچ دغه رايې نه خپلو ‘نايکانو’ خبر کړے، ځکه خو حکومت د يو نيم کال نه due بلدياتي انتخابات نۀ کوي. ‘بېنظير انکم سپورټ پروګرام’ چې پۀ نړيوال کومک چلېدونکے پروګرام دے، ته د ‘احساس پروګرام’ نامه ورکول د سياسي اخلاقياتو د جنازې بل تکبير دے – ‘احساس پروګرام’ کښې پۀ 8171 د درخواست تللو نه پس يو ځواب راځي چې ‘مونږ به تاسو خبر کړو’ او د کوم څلور اتيا سلن (84%) خلکو امدن چې د کورونا نه متاثر شوے، هغوي د 8171 د ‘خبر’ پۀ طمع ناست وي خو خبر را نۀ شي. حکومت د نهم اپرېل نه د ادائيګۍ شروع کولو دعويٰ کوي، مونږ سره اوولس کسانو کښې درېو ته ځواب شوے چې ضلعي دفتر سره تماس ونيسئ او څوارلس اوس هم د دې کرښو ليکلو پورې (2020/4/29) د ‘خبر’ پۀ طمع ناست دي.
    کورونا اوس ‘د چين ښاپېرۍ’ نۀ ده پاتې، پۀ نړۍ ئې وزرې د پاسه او جرړې لاندې خورې کړې دي او دا به زمونږ ژوند بدلوي – دا به خلک عملي سياست ته راولي – دا به سياسي شعور زیاتوي – دا به دا احساس زياتوي چې داسې حالاتو کښې د خلکو مدد کول د کومې خېراتي ادارې د ثواب موقع نۀ وي، دا د رياست هغه ذمه واري وي چې د اولس او رياست تر منځه شوې معاهدې کښې رياست پۀ غاړه اخستې وي.
    1971/12/16: اتلسم ائيني ترميم
    تېره ورځ د منصوبه بندۍ د پاره د پاکستان د وفاقي وزير اسد عمر لۀ خوا دا بيان مخې ته راغلے دے چې د تحريک انصاف حکومت پۀ اتلسم ائيني ترميم کښې د بدلون اراده لري – ښاغلي دريځ خپل کړے دے چې د اتلسم ائيني ترميم پۀ وجه د صوبو او وفاق تر منځه د کار د شراکت مکانيزم کښې ستونزې دي او ځکه د څۀ بدلونونو کولو ضرورت دے.
    اسد عمر د ‘اېنګرو فرټلائزرز’ مالک دے او پۀ اربونو سبسډي ئې د تحريک انصاف حکومت کښې واخسته. د اوړو او چينو د مافياګانو نه د ګېس او پټرول د في بېرل تېلو د قيمتونو نه واخله دا سبسډيانې او دا ‘عطيات’ د ‘چا’ پۀ اپروول ملاوېږي، ولې ملاوېږي او څۀ د پاره ملاوېږي؛ دا پټې خبرې نۀ دي پاتې شوي. د لياقت علي خان نه د ايوب خان او بهټو نه تر نواز شريف او تر عمران خان پورې د جناح داسې زوے نشته چې ‘سبسډائزډ’ نۀ وي، بنفشري نۀ وي، وصول کننده نۀ وي.
    د ‘باجوه ډاکټرين’ سره د اتلسم ائيني ترميم پۀ حواله انکشافونه ټولو سترګو ليدلي او غوږونو اورېدلي دي. فوج د افغانستان امن مذاکراتو د اغاز سره دومره تنګدسته شوے دے چې د اويا کالو پورې د ترقۍ نه لرې ساتلې شوو ‘قبائلي سيمو’ )چې اوس د خېبر پښتونخوا نوې ضلعې دي( د پاره بجټ کښې منظورې شوې پېسې ئې هم د ‘دفاع’ پۀ نامه وتروړلې. د فوج ‘کاروباري اېمپائر’ (Military Incorporation) د بېنکنګ نه د تعميراتي کمپنيانو، هاوسنګ سوسائټيز، فشريز، فاسټ فوډز، د وسلو جوړولو استعمالولو نه واخله تر چرګو اګيو خرڅولو او سنېټائرز او ماسکونو پورې هره شعبه کښې لاس تر څنګلو څنګلو ورکړي دي. د دې تر څنګ د ملک پۀ هره اداره کښې ‘رېټائرډ’ براجمان دي او د تورو سپينو مالکان دي. اٰئي اېس پي اٰر هسې هم د فوج، عدليې او احتساب د زېږولي ‘تبديلي سرکار’ ترجمان ؤ؛ اوس رېټائرډ عاصم باجوه د وزيراعظم معاون خصوصي براے اطلاعات هم وټاکلے شو – کمال دا دے چې څومره اخبارونو هم دغه بيان سرخۍ کښې راوستے دے، عاصم باجوه سره ئې نۀ د هغۀ ‘فوجي رېنک’ ليکلے دے او نۀ د سي پېک پۀ حواله د هغۀ ‘عهده’. ښکاري چې فوجيان کله هم ‘رېټائرډ’ کېږي نۀ، هغوي د خپلو پارلېماني خادمانو ‘انِ سروس’ وي.
    د اسد عمر پۀ بيان د مختلفو سياسي ګوندونو د مشرانو لۀ خوا ردعمل هم اخبارونو کښې راغلے دے. دې کښې څۀ بيانونه سنجيدګي ښائي او څۀ بيانونه د يو ‘اخباري بيان تکلف’ نه زيات حېثيت نۀ لري. د عوامي نېشنل پارټۍ لۀ خوا د مرکزي صدر اسفنديار ولي خان د بيان سره د صوبائي، ضلعي او ذيلي تنظيمونو د مشرانو او عهدېدارانو بيانونه هم اخبارونو کښې خوارۀ شوي دي.
    اسفنديار ولي خان خپل بيان کښې وئيلي دي، “عوامي نېشنل پارټي به کله هم اتلسم ائيني ترميم کښې د ګوتو وهلو اجازت پۀ هېڅ قيمت ور نۀ کړي. د درېو ووټونو پۀ اکثريت ولاړ حکومت دغه متفقه ائيني ترميم له د لاس ور وړلو جرأت هم نۀ شي کولے.” هغۀ زياته کړې ده، “پاکستان کښې د مضبوط مرکز پۀ نوم سياست يو ځل بيا ناکام شوے دے او کۀ بيا څوک د چا پۀ ډاډ داسې څۀ کوشش کوي نو مونږ به دا د وفاقِ پاکستان پۀ ضد سازش ګڼو. کۀ اتلسم ائيني ترميم ؤ نو پاکستان به نۀ ؤ مات شوے.”
    د اتلسم ائيني ترميم د ختمولو د پاره د تيارې کړې شوې مسودې د ډرافټنګ د وخت نه خبرونه راځي او چرته پۀ يو نوي ‘برېکنګ نيوز’ کښې پټولے کېږي. دا خبره څرګنده ده چې د درېو ووټونو اکثريت باندې ولاړ حکومت چې د فوج، عدالت او احتساب پۀ درېو ډانګورو ولاړ دے، اتلسم ائيني ترميم سره به دغه ډانګورۍ ماتې شي. دې درېو ډانګورو کښې د دهشتګردۍ پۀ ضد جنګ کښې د فوج کردار، پۀ جمهوري عمل کښې د فوج د مداخلت او د ملک پۀ صنعتي، مالياتي او اقتصادي حالت د ‘ملټري انکارپورېشن’ اثرات وخت ښکاره کړي دي. د عدالت ازادۍ، غېر جانبدارۍ او د انصاف معيار باندې سوالونه د اولس ذهنونو ته کوز شوي دي. د احتساب ارډيننس دوېم ترميم د پاره هم وخت پوره شوے دے او اولس ليدلي هم دي چې دې کمېشن يوه ادېله هم د خپلو ‘شاه خرچيو’ نه زياته بوده کړې نۀ ده. اولسي پاڅون به د دې هر څۀ پۀ ضد ودرېږي. کېدے شي د کورونا پۀ نامه 144 دفعه هم خلک ايسار نۀ کړي. نېشنليان خو خودکش دهماکو هم ايسار کړي نۀ وو.
    دا حالات چې کورونا سره پېدا شوي دي، دې کښې اولس د حکومت کارکردګي او ټنګ ټونګ وليدل. هغوي د وسائلو ارزښت او پۀ وسائلو د اختيار د پاره د جنګ کولو سياست باندې پوهېږي. وخت به اخلي، خو دومره وخت به هم وا نۀ خلي چې څوک پۀ کښې دغه ترميم بدل کړے شي. دغه ترميم کښې ګوتې وهل به د پارلېمان فېصلې سپکې او د سياسي عمل لار ايساره کړي. کۀ داسې وشي نو څۀ به وي؟ داسې يو ځل شوي دي او بيا د فوج ټوپکونه، ټېنکونه او جنګي جهازونه پۀ کار نۀ دي راغلي. پاکستان مات شوے دے.
    اتلسم ائيني ترميم د عوامي نېشنل پارټۍ د نعرې “خپله خاوره خپل اختيار” ائيني لاس ته راوړنه ده او اولس پۀ دې تېر يو نيم کال د پاسه موده کښې پۀ دې پوهه شوے دے چې دغه ‘اختيار’ لاس ته راوړلو نه پس کۀ څوک دا تروړي نو دا زمونږ ‘پوره وي کۀ سپوره، پۀ شريکه به وي’ زمونږ نه تروړي. د دې شريکې ګټې تروړلو مزاحمت به پښتانۀ، بلوڅان، سندهيان، سرائيکيان او تر يوۀ حده پنجابيان هم کوي. بيا به فوج او د جناح صاحب سياسي زامن يو خوا وي، اولس به بل خوا وي – پۀ دې بايد ‘باجوه’ هم پوهه شي، د هغۀ ‘ډاکټرين’ ته د صحيفې حېثيت ورکوونکي هم او د دې عملي کولو د پاره د خپلو خدماتو پېش کوونکي هم.

    * د اداريې د وړومبۍ برخې مرکزي خيال کښې د POLITICO مېګزين د نولسم مارچ 2020 د هغه راپور نه استفاده شوې ده چې د ‘بعد از کورونا’ حالاتو پۀ اړه پۀ کښې د څلوېښتو نه د زياتو پوهانو رايې اخستې شوې دي.

  • باچا خانه! مونږ تا ته ملامت يو (کشور ناهيد) – ژباړن: ډاکټر محمد زبېر حسرت

    ورځپاڼه “جنګ”، کراچۍ، جنوري 21، 2016

    باچا خانه!

    تۀ يو داسې ځوان وې

    چې د انګرېزانو بېړۍ او هتکړۍ

    درباندې نۀ وې پوره

    ستا لۀ ګوتو وينه بهېده

    خو تا هډو د رحم اپيل نۀ کولو

    تا خو د انګرېزانو او د پاکستاني مارشل لاءګانو

    غلامي هم قبوله نۀ کړه

    تا پۀ “جلال اباد” کښې د ښخېدو وصيت وکړو

    مونږ ستا فکر، حريت پسندي او ډېرې قربانۍ نۀ دي هېرې کړې

    مونږ ستا پۀ نامه پوهنتون جوړ کړو

    چې زلمي او جونه پۀ کښې تعليم حاصل کړي

    زما د وړو وړو کلو او چمونو

    ټول هلکان او پېغلې به ستا پۀ نامه زدکړې د پاره

    پوليو پټو باندې را تېرېدلې

    چې پۀ کورونو کښې به ئې غوښه نۀ پخېده

    پۀ سبزۍ به ئې ګزاره کوله

    خو چې کله ئې پۀ لاسونو کښې )قلمونه( کتابونه ونيول

    نو ځان ئې د بادشاه نه کم نۀ ګڼلو

    زمونږ نېکانې پاکې )حيا دارې( لوڼه

    د اجازت پۀ درشل لۀ کوره زدکړې لۀ راتلې

    باچاخانه!

    زما څوکيدارانو کښې هم ستا روح ؤ

    هغوي ستا د نامې عزت وساتۀ

    باچا خانه!

    لۀ مونږ چاپېره “چنګېزيت” خاورې ايرې کړه!

    زمونږ همت لۀ درانۀ باره سلامت وساته!

    چې د مذهب پۀ نامه څټونه ماتوي، لګيا دي

    د زوال پرستو شېطانيت فنا کړه!

    باچا خانه!

    نن د ځوانانو وينې ما وليدې، تۀ را ياد شوې

    باچا خانه! وګوره پينځۀ دېرش کلنے “حامد حسېن” د بهر نه لوستلے راغلے ؤ

    چې ستا نوے نسل د تعليم پۀ کاليو ښائسته کړي

    هغه هم د دهشت ګردۍ ښکار شو

    زما خپل زلمي زامن هم ووژلے شول

    زما هاغه څوکيدار ډېر يادېږي

    چې ظالمان ئې قابو کړي وو

    هغه هم شهيد شو

    باچا خانه!

    تا ته به ستا د بچو پۀ شهادت هم دومره افسوس وي

    څومره چې درته مونږ ملامته يو

    تاسو د پېرنګي سامراج نه د ازادۍ غوښتو لپاره

    “خدائي خدمتګار”، “سور پوشان” تيار کړي وو

    او د ژوند يوه اوږده موده دې د جېل د تورو تمبو شا ته تېره کړه

    د تقسيم نه پس چې مسلمانان پۀ لارو کوڅو کښې پۀ ډېره بې دردۍ قتلېدل

    نو د مهاتما ګاندهي سره دې اوږه پۀ اوږه

    د دې بې دردۍ او بې رحمۍ خلاف اواز پورته کړو

    د سکهانو او هندوانو سترګو د وينو دارې وهلې

    پېغلې تښتولې شوې، بچي قتلولے شول

    او تر دوو کلونو د خونرېزۍ دغه سلسله جاري وه

    اوس لکه چې مونږ بوډاګان شوي يو

    زلمے کهول مخ پۀ وړاندې ليدل غواړو

    د امريکې “هوا خوارۀ” پاکستاني حکمرانان چاپلوسه شوي دي

    او پۀ دهشت ګردو ئې د مجاهدينو نامه ايښې ده، ترتيب او تربيت ئې کوي

    او د جهاد پۀ نامه ئې ټول پاکستان، ګړد افغانستان کښې خوروي لګيا دي

    اوس چې ئې تورې پۀ سر ځانګي نو څۀ ته “ښۀ طالبان” وائي، څۀ ته بد

    دوي له وسله ورکوونکي هم زمونږ خپل خلک زمونږ دوستان دي

    اوس دا حال دے چې مېندې او پلرونه خپل بچي

    سکولونو، کالجونو او پوهنتونونو ته نۀ لېږي، وېرېږي

    د نا لائقتوب حد دے چې وړو بچيو ته د ګولۍ چلولو د چلونو زده کولو خبرې کېږي

    کتاب او قلم نيوونکو لاسونو کښې ټوپکې تماچې ښې نۀ ښکاري او نۀ دا څۀ ښې خبرې دي

    مونږ خو د ماشومانو لاسونو کښې د ټوقنو وسله هم ورکول نۀ غواړو

    باچا خانه!

    خپله ورورولي راويښه کړه!

    چې د ټولو دهشت ګردو بېخ بنياد وباسي