Author: pakhtoon

  • د   “حيندرو”  ليکوال ته خط – ثناء اعجاز

    ډېر محترم همدرد يوسفزي صاحب!

    سلامونه مې قبول کړه، هيله لرم چې روغ جوړ به ئې!

    څۀ موده وړاندې د باچا خان ايجوکېشنل فاؤنډېشن ملګري د هر کال پۀ شان چې د ماشومانو د تعليم کمپائن کښې زمونږ ځاے ته راغلل، څۀ کتابونه هم ورسره وو. پۀ هغه کتابونو کښې ورسره ستا کتاب هم ؤ. وئيل ئې چې د دې چنده به د ماشومانو تعليم له پۀ کار راځي. د هغوي تلو نه پس مې چې کتاب راواخستو او مخ ته مې پام شو نو خندا راغله (د خوشحالۍ نه، يو خو د برې پښتونخوا دا حمدالله ارباب هم سم وزګار دے، خلق پېسې ګټي او دے چې ګورې نو د وطن د اتلانو فوټوګان، عکسونه، پېنټنګز جوړوي يا به د پښتنو/افغانانو سياسي، معاشي او پۀ خصوصي توګه ټولنيزې ستونځې د رنګونو د لارې ښکاره کولو کوشش کوي، او د کتابونو مخونه ډيزائن کوي(. خېر، ستاسو د کتاب مخ ډېر ساده او ډېر ښکلے جوړ دے. يوه ماشومه چيندرو کوي ځکه چې د کتاب نوم هم "چيندرو" دے.

    عزتمند ډاکټر صاحب! تۀ به وائې چې ما ته زما د کتاب خدوخال ولې وائې، نو خبره دا ده چې ما ستاسو کتاب لوستلو له را واخستو نو اراده مې دا وه چې يو يا دوه افسانې به ترې ولولم، ځکه چې د يو سل اتۀ ويشت مخونو کتاب دے نو رو رو به ئې لولم ـ پۀ چټکتیا مې د کتاب فهرست ولټولو چې ځان له ترې د خوښې افسانه خوښه کړم. ډېر پۀ چټکتیا مې د خادم حسېن او صابر شينواري صاحب ليکونه ولوستل. پۀ چټکتیا ځکه چې ما غوښتل چې د خوبۍ او خامۍ جاج ئې خپله واخلم ـــ خو دا ګيله به مې پۀ مزغو کښې راتله چې يو ليک خو به ئې پۀ یوه ښځه هم چرته کړے ؤ چې د ډاکټر رامش فاطمه ليک مې وليدلو.

    زۀ کتاب کله هم د سره نۀ شروع کوم، فهرست ئې وګورم او بيا خپل د خوښې ځاے نه ئې لوستل شروع کړم. د افسانو نومونه لوستو نه پس مې "چيندرو" انتخاب وکړو. چيندرو نه مي ځکه انتخاب وکړو چې ما وړوکوالي کښې دا لوبه کړې وه. دا مې یواځې د خپل تجسس لۀ کبله انتخاب کړه. ماښام وخت ؤ، درې نيم مخونه افسانه وه او اختتامي مخ اخري بند مې يو، دوه بيا درېم، څلورم ځل و لوستلو. وجه دا نۀ وه چې پۀ ژبه يا ټکو نۀ پوهېدم، خو زما زړۀ ځکه اختتام نۀ منلو او غصه هم راغله چې دې ډاکټر دا څۀ کړي؟ سمه دمه د خپل کلي سره د مينې د قيصې پۀ اخري درېو کرښو کښې ئې لکه دا پاولو کولهو (برازيلين ليکوال) ټوله قيصه بلې خوا ته بوتلې.

    د کتاب مخونه مي بېرته راواړول او فهرست مې بيا کتل شروع کړل. ما وئيل دا ځل د خفګان قيصه نۀ خوښوم او ګوته مې فهرست کښې پۀ "پرتوګ" نومې افسانه باندې ودرېده. ځان سره موسکۍ هم شوم ځکه چې مازغو کښې مې د منټو "کالي شلوار" راغله او ځان سره مې دا هم ووئيل چې دلته جوړ د منټو پۀ شان قيصه ده، خو افسانه لوستلو پۀ وخت د خارو بې وسۍ او د حاجی سلطان شېطاني رويې مې زړۀ د درد نه ډک کړو او د بخت زاده دانش يو څو شعرونه مې مزغو کښې وګرځېدل:

    د وخت دا څو غټان چې د غريب پۀ وينو پائي

    د غريب نه غوښې وخوري د غريب نه وينې و څښکي

    بيا احرام د ځان نه تاو کړي، درشي ستا ښکلې کعبې ته

    ستا د خوږ نبي روضې ته، هلته تاو شي او را تاو شي

    او پۀ کاڼي شونډې کېږدي بيا شيطان پۀ کاڼو ولي

    تۀ ئې پۀ دغه خاطر معاف کړې

    دوي بيا نور هم معتبر شي، دوی بيا نور هم مټور شي

    دوي بيا نور هم زورور شي

    پۀ ما زور کوي زورېږم

    زۀ به نۀ ليونے کېږم ؟؟؟

    اوس به وايئ چې دا څۀ شعرونه ليکي، خو يقين وکړئ د دغه نظم يو يو شعر ستاسو افسانو سره سمون خوري. خليل جبران وئيلي چې ښۀ شاعر هغه دے چې پۀ هر شعر کښې ئې هر سړي ته خپل ځان ښکاري. زۀ وايم ښۀ شعر او ادب هغه دے چې هر انسان ته پکښې د خپل قام او اولس ستونزې او د هغې ستونزو حل ښکاري، څنګه چې پۀ "قرض" افسانه کښې د پښتنو د ټولنې يو اړخ چې پدرسري نظام کښې د زامنو پۀ ارمان کښې د ښځې نه د بچو پېدا کولو مشين جوړول او د رياست د طرفه جوړ کړے شوي جهادي نظام کښې د ګل پۀ شان ماشومان/ ځوانان ترهګرۍ له کارول او خپل خلق او بې وسه اولس وژل بيان شوي.

    د "اور پولۍ" افسانې مې افغان کډوالو ستونزې مخې ته کړې او د سترګو نه مې اوښکې روانې وې.

    نيمه شپه وه د درست پښتون افغان د سوکالۍ او خوشالۍ دعاګانې مې و کړی.

    "عزت" لوستو نه پس مې مازغۀ پۀ ځاے ودرېدل، د سوچ کولو هنر مې ورک شو. بس نور درته څۀ نۀ ليکم.

    نن مې دوه مياشتې او د ډېر سوچ نه پس د خط پوره کولو همت و کړو. اوس به سوچ کوې چې دا څۀ نالائقه شوه چې يو خط هم پۀ مياشتو کښې ليکي ـــ نو داسې ده چی ما ډېر پۀ جذباتو کښې دا خط ليکلو او څومره زور چې افسانو لوستو کښې مې اخستے دے، هم دومره مې پۀ خط رايادولو کښې واخست.

    د خط منځ کښې پرېښودو يوه وجه د غصې هغه چپه هم وه چې د پښتون افغان ستونځې خو خېر ؤ، مګر د دې سړي همت څنګه وشو چې پدرسري نظام کښې زمونږ (ښځو) ستونځو پسې شوے او هره دوېمه افسانه ئې زمونږ د ژوندون نه تاوېږي. کۀ هغه پۀ "تک تور سپين خلق" يا "ګل اندامه" او"مختورنه" کښې د ناموسي او جانو ذکر دے، کۀ "ماښام" او "پرتوګ" کښې جنسي زورونه او د جنسي تېري ذکر، او کۀ پۀ "عزت" يا "شاندانه" د ښځو د معاشي ستونځو د لاسه جسم فروشۍ ذکر او پۀ تېره د سوات شخړې باندې ليکلې "توده سيکه" کښې د ښځو استثمار ذکر ـــ پۀ دې ټولو مسئلو خو دې نظام کښې سترګې پټېږي.

    کۀ د يوې وبا د لاسه خلق مړۀ کېدل شروع شي نو حکومت او نورې رياستي ادارې هم ويښې شي او بېړني تدابير ورته وکړي، خو د پدرسري وبا د لاسه چې هر کال يا مياشت نه هره ورځ څومره ښځې صرف د خوښې کولو د وجې د ناموس او غیرت وژنو کښې پښتونخوا، قبائيلي سيمه، جنوبي پښتونخوا او بره پښتونخوا کښې مري نو څوک ئې د تپوس دي؟

    ځکه چې د دغه رياست چلولو يا اوسېدونکو خو هم دې پدرسری نظام کښې روزنه شوې ده، بيا تۀ را پاڅې د پښتنو افغانانو د غربت، معاشي مسئلو، د رياستي جبر او مذهب او د کلتور پۀ نوم استعمالولو سره سره د دې بدبخته صنف ستونځو ته متوجه کېږې ـــ نو زما غصه خو جائزه ده، او هسې هم ستونزې مو پۀ ډاګه کړي خو حل مو راته نۀ دے ښودلے. خېر، خپلو يو دوه  شعرونو کښې به درته يو خواست وکړم:

     

    دا بې ترتيبه هواګانې پۀ ما ښې نۀ لګي

     

     

    دا بې مقصده خنداګانې پۀ ما ښې نۀ لګي

     

     

    چې توره شپه راته پوره سبا کولې نۀ شي

     

     

    دغه نيمګړې رڼاګانې پۀ ما ښې نۀ لګي

     

    او خپل لیک به پۀ دې پاي ته ورسوم چې څو پورې د دې قام ځوانانو او پۀ خصوصي توګه ښځو کښې سياسي بېداري نۀ وي راغلې نو د دې قام ستونځې نۀ شي ختمېدلې، او ستاسو پۀ کتاب کښې دغه کمي ده. خداے مو پۀ قلم برکت کړه چې را روان ځل دې خدای وکړي چې دا يوه کمي هم پاتې نۀ شي.

    ستاسو خور

    ثناء اعجاز

  • د نظم توکنه ”سائيڪله وفاداره” – پښتون

    شاعر:  سید رسول رسا

    سائيڪله وفاداره

    سرمايه دارانه تهذيب چې د تېروتنې لۀ کبله ورته مغربي تهذيب وئېلے کېږي، ژوند ته د تګ راتګ پۀ حواله کوم دوه اسانتياوي ورکړي نو هغو کښې اورګاډے او جولاګاډے بې کچه د ارزښت وړ دي. د اور ګاډي (ټرېن) رومانيت پۀ دې سېوا پاتې شو چې يو خوا دا اجتماعي او بله د اوږدې فاصلې د پاره سورلي وه نو ځکه اورګاډي باقاعده شعروادب کښې لوے ځاے وموندو. پۀ اور ګاډي باندې کۀ اسرارالحق مجاز اردو کښې يو شاهکاره نظم "رات او رېل" ليکلے دے چې د اورګاډي د سفر سره تړلے رومانيت ئې رابرڅېره کړے دے نو پښتو کښې سېد رسول رسا هم د جولا ګاډي پۀ حواله د "سائېکله وفاداره" پۀ نامه يو غوره نظم ليکلے دے. ددې نظم نه پرته د سائنس نوميالي ليکوال عبدالرؤف نوشهروي هم پښتنو ماشومانو د پاره چې "زما قيصه" پۀ نوم کوم کتاب پۀ مختلف څيزونو د سائنس لۀ رویه ليکلے، هغې کښې هم د سائېکل قېصه شته دے.

    هر څو کۀ سائېکل پۀ ايجاداتو کښې نن پۀ ښکاره يو معمولي ايجاد ښکاري خو اصل کښې دا د خپل وخت ډېر مهم ايجاد ؤ او پۀ کومه طريقه چې لوګي او شور د ناولتيا کشاله جوړوي، کېدے شي راتلونکي وخت کښې د نړۍ پرمختلي هېوادونه د دې پۀ حقله قانون سازي وکړي، لکه څنګه چې سکېنډے نيوین هېوادونو کښې نن دا تر ټولو منلې سورلي ده، بلکې دغه هېوادونو څخه د هالېنډ يو کروړ اويا لکهه ابادۍ کښې يو کروړ يو کم اويا لکهه خلقو سره خپلې سائېکلې دي.

    د سائېکل ابتدائي نمونه داسې ده چې دا به يوه پښه پۀ زمکه راکښلو سره چلولے کېدو خو اتلس سوه يوکم څلوېښتم کښې پکښې يو سکاټس هنرمند کرکپېټرک مېکملن د چېن استعمال وکړو. اتلس سوه يو اويايم کښې يو بل هنرمند جېمز سټارلي هغه ډول سائېکل جوړ کړو چې يوه پايه ئې لويه او دنګه وه او د پاسه پرې ګدۍ وه او بله پايه ورسره مخکښې وړه لګېدلې وه چې هغې باندې مخه بدلولې کېده. پسې درې کاله پس بيا يو بل هنرمند اېچ جے لاسن د څلورو پايو سائېکل هم جوړ کړو خو اتلس سوه درې نوي کښې د سائېکل اوسنے عام ټائر ټيوب والا صورت د جونئير سټارلي او جان ډنلپ هنرمندي ده.

    سېد رسول رسا هم د نورو ډېر پياړو ليکوالانو غوندې د انجمن اصلاح الافاغنه او خدائي خدمتګارتحريک د سياسي ادبي غورځنګ پېداوښت ؤ. خدائي خدمتګار د "پښتون" کشر مدير عبدالخالق خليق د هغۀ شعري ټولګې "د بېديا ګلونه" کښې ليکي چې د انجمن اصلاح الافاغنه اتمانزو تاريخي مشاعره کښې پۀ وړومبني ځل اولس سره پېژندلے شوے کومه کښې چې مشهوره طرحي مصرعه "جنګ د ازادۍ له پښتانۀ زلمي وتلي دي" ورکړې شوې وه، دغه مشاعره نولس سوه اتۀ ويشتم کښې شوې وه. هغه وخت رسا يو اتلس کلن زلمے ؤ.

    نظم "سائېکله وفاداره" هم د هغۀ د ځنې نورو نظمونو لکه "پۍ مخي زیړ ګلونه"، "یو سپين ږيرے او معصوم"، "باز او کارغۀ"، "کلرک"، "ښکلې فقيره"، "د ژوند خوب"، "دنيا نه چرته لرې"، "رکشه"، "ډمې ته"، "دنيا يو سنېما ده"، "د خوشحال خان خټک پۀ مزار" او "اوښ، زمرے، باتور" غوندې د ذکر وړ نظم دے.

    دې نظم کښې د سائېکل پۀ حقله هغه د طالب علمۍ د دورې ياد تازه شوے. بيا پکښې د تشبيهاتو پۀ زور ايتلاف خيال نه مرسته اخستې شوې ده. دې نظم کښې چې د سائېکل پۀ حواله ليکوال د کومو ستونځو ذکر کوي هغه ټول د يو زوړ سائېکل تصوير وړاندې کوي؛ لکه ټلۍ، لېمپ، پمپ، برېک نۀ لرل، پېچونه بېکاره کېدل، د شلانټې غوندې پرېوتل، پنچر کېدل، چېن پرېوتل ـــ دا هر څۀ د يو زوړ سائېکل تصوير دے او دې تصوير پېش کولو سره شاعر ته د خپل عمر تېرېدو احساس هم کېږي چې هغۀ هم عمر خوړلے او هغه هلکوانه او د هلکوانۍ محبوب چې يوه پېره ئې پۀ دې سائېکل سورلي کړې ده، دا هر څۀ اوس لکه د يو ياد پۀ شان پاتې دي. دغه ځاے شاعر د ياد اٰورۍ لۀ مخه د ناسټلجيا ښکار شي او دغه پۀ سترګو ئې دغه سائېکل نور ښۀ لګي. د نظم ژبه بامحاوره ده او سوچه لفظونه لري. بنيادي توګه باندې نظم د "ادب د پاره د ادب" ښودنه کوي خو دې کښې دغه یو بند نظم ته پۀ معنوي حواله، سماجي او سياسي اړخ بدلوي.

    نۀ خورې څۀ نۀ تۀ څښې څۀ، تۀ کډۍ لکه ګاندهي کړې

    ښېګره د هندي کړې

    پۀ اصل قوم پرست ئې جولا ګاډے نۀ ئې ياره!

    سائېکله وفاداره!

    هر څو کۀ دا نظم د يو رومانيت او ناسټلجيا لۀ رويه ليکلے شوے ښکاري خو بيا هم د دغه زمانې د سياست عکس دې بند کښې روڼ ليدے شي، دا ځکه چې ليکوال کۀ هر څومره هم د خپلې زمانې او چاپېريال نه ځان رانغاړي خو څۀ اغېزه ئې  پۀ څۀ نه څۀ حواله خامخا اخلي. د دې اغېزې کۀ نورې وجې هم کېدې شي خو يوه وجه ئې د شاعرۍ پۀ علمونو صنائع، بدائع او علم البيان باندې اډاڼه هم ده، لکه دې بند کښې د څرخې، کډۍ، جولا، پايه او د ګاندهي جي د بدېشي بائيکاټ د مهم خپلو کښې ربط نه پس ئې د دې ربط تړاو سائېکل سره پۀ ډېره هنر مندۍ کړے دے. تلازمه خيال ته وګورئ! پخوا به سائېکل ته جولاګاډے وئېلے کېدو، ځکه چې دې کښې هم د څرخې غوندې پايه ده نو دې سره د شاعر ذهن کسب ګر او پښتون ته تلے نو ځکه ئې وئېلي چې تۀ اصل قوم پرست ئې يعني پښتون سماج کښې ئې د کسب ګر ټولنيز معنيت هم واضح کړے دے. نۀ يواځې دا بلکې د شاعر خپل نکته نظر هم د بديشي بائېکاټ لۀ مخه څرګند شوے.

    څښکل خوړل نۀ کول نه دلته اشاره د ګاندهي جي اوپواس او بهوک هړتال پله ده. ګاندهي جي به اکثر روژه (اوپواس) نيوله او دغه روژه به د خوراک څښاک نه واخله د خبرو تر بندېز پورې وه. بيا بهوک هړتال د هغۀ بله يوه حربه ده. هر کله چې به د هغۀ کومه خبره ونۀ منلې شوه نو هغۀ به بهوک هړتال وکړو. د ژوند وروستو ورځو کښې هم  چې کله سردار پټېل او د هغۀ ډلې د مملکت خداداد اسلامي جمهوريه پاکستان څو کروړه اثاثې ورکولو کښې لم  لېټ کولو نو هغۀ بهوک هړتال وکړو او هم دې نه پس اورپکو هندوانو هغه د پاکستان دوستۍ پۀ جرم د نتهورام ګوډسے پۀ لاس ووژلو. هغه د پاکستان د پاره ځان وژونکے وړومبنے "شهيدِ پاکستان" دے، ځکه د هغۀ پۀ مرګ مملکتِ خداداد بېرغ هم سرنګون کړے شوے ؤ او د هغۀ د مرګ نه پس بابائے قوم هم د چا اورپکي مذهبي د لاسه د وژنې پۀ اندېښنه د ګورنر جنرل دېوالونه اوچت کړي او حفاظتي انتظام ئې سخت کړے ؤ. د وېش پۀ وخت چې کله فسادونه کېدل، هم ګاندهي جي بهوک هړتال کړے ګوشه نشين شوے ؤ خو باچا خان ورپسې لاړو او د "بِهرلا هاوس" نه ئې بهر راوویستو چې وګرځه او خلق د فساد نه منع کړه.

    د ګاندهي جي پۀ حقله مسلم ليګ کښې شاملېدو نه وړاندې سېد رسول رسا ډېر ښۀ خيال لرلو لکه د نظم "کالج ته الوداعي پېغام" دا بند ئې وګورئ:

    تۀ زمونږ بې علمه قام کښې                اٰئـن سټائن نيــوټن پېدا کړه

    غـزالي سينا رازي پېدا کړه بل ټــــېګور د امـن پېدا کړه

    هم ګانــدهي لېــنن پېدا کړه

    زمونږ د توکنې لاندې د دې نظم دغه بند کښې ليکوال د ګاندهي جي کډۍ کول د هندي ښېګړه ګڼي او دې نه دا جوتېږي چې هغه د دې بديشي بائيکاټ پۀ معاشي ارزښت پوهه ؤ. بديشي بائيکاټ هندوستان کښې بې کچه مقبول ؤ ځکه پۀ دې حقله بې شمېره نظمونه پښتنو شاعرانو هم ليکلي دي.

    د سېد رسول رسا د دې نظم اغېزه کښې نور نظمونه هم شاعرانو ليکلي چې دې کښې د شېر محمد مومند نظم "زمونږه لارۍ" 1970ز د يادونې وړ دے. دا نظم هر څو کۀ د چربې مثال دے خو بيا هم خپل يو خوند رنګ لري.

    د نظم مجموعي تاثر داسې مخې ته راځي چې شاعرد خپلو لسو کالو زوړ سائېکل ستائي او دا زباد پرې کوي چې سائېکلې نورې هم شته خو ستا نېکمرغي چې د یو شاعر سائېکل ئې، نو ځکه خو به یاد پاتې شې. د سائېکل د سټرکچر پۀ استفادې سره دا هر وخت استعمال ته چمتو یاد کړے شوے، نۀ د ګېس او تېل اړتیا لري نۀ د ستړیا سرخوږے ـــ

    لۀ معنوي اړخه، څنګه چې وړاندې وئیلے شوي دي چې دا نظم کۀ هر څو د "ادب د پاره د ادب" زمره کښې راځي، د سائیکل بېلابېلې ځانګړتیاوې پۀ ګوته کولو کښې دا زمونږ ټولنیز ژوند سره هم د دغه ځانګړتیاو پۀ مجسم کولو تړلے شوے دے. د لسو کالو رفاقت کښې د سائېکل سره تړلي نیازبین یادونه او ځاے پۀ ځاے د دۀ نازونه زبادلو نه پس ورته د "پنشن" پېشکش د سرمایه دارانه نظام پۀ هغه استحصالي رویه طنز ښکاري چې د 'ارام او سهولت' پۀ نامه د ژوند نه ځواني او سپرلي وتروړي. هم 'ارام' ته د ژوند کمال وئیلو سره د شپږو نمبرو پۀ تصور اډاڼه د هغه جنت تصور هم پۀ غېر شعوري توګه د نظم کلائمکس کښې ځاے شوے، کوم جنت کښې چې د خَلیفة الله في الارض ټول صلاحیتونه او استطاعتونه عملاً مفلوج شي او فقط دوه اندامونه فعلاً ژوندي پاتې شي.

    د دې نظم څو منتخب بندونه:

    راځه چې نن دې وستایم د لسو کالو یاره!

             سائېکله وفاداره!

    تۀ ما ته زین ولاړ، غاړه بسته پۀ ډېر مدار ئې

    خدمت ته مې تیار ئې

    د یار نه وفادار ئې، ستړے مۀ شې خپله یاره! ــ سائېکله وفاداره!

    نۀ اس ئې نۀ ټټو ئې، نۀ موټر ئې نۀ جهاز ئې

    او نۀ پۀ هوا باز ئې

    یو څو ډنډې وجود دې وي روان پۀ لویه لاره ـــــ سائېکله وفاداره!

    نۀ خورې څۀ نۀ تۀ څښکې څۀ، تۀ کډۍ لکه ګاندهي کړې

    ښېګړه د هندي کړې

    پۀ اصل قوم پرست ئې جولاګاډے نۀ ئې یاره ـــ سائېکله وفاداره!

    ټلۍ شته نۀ دې لېمپ شته، نۀ دې پمپ شته نۀ برېکونه

    بې کاره دې پېچونه

    تۀ زوړ لکه د ځوان ځغلې پۀ دو دو پۀ هواره ــــــ سائېکله وفاداره!

    چې وران نۀ شې یو ځل او پۀ سړک شې تۀ روان

    ملکونه کړې طوفان

    د باد پۀ شانې سم ځې تۀ پۀ لوړه پۀ هواره ـــــــــــــ سائېکله وفاداره!

    د چا د سترګو تور د زړۀ دمه یو ماه جبین وي

    یو ښکلے نازَنین وي

    زما ملګرے تۀ ئې چې سور بوځې تر ښاره ــــــــــ سائېکله وفاداره!

    خفه چې شې د شلانټې پۀ شان پرېوځې پۀ سړک

    بیا نۀ وهې نور ړک

    چُورچُورپۀ زړۀ رنځورکړې سړے وژنې پاره پاره ـ سائېکله وفاداره!

    پۀ زړۀ دې کله راشي ډېرې ټوقې مسخرې کړې

    د یار پۀ شان نخرې کړې

    اوس چېن دې وي پرېوتے اوس پنچر پۀ نیمه لاره ــــ سائېکله وفاداره!

    ستا یاد شې؟ زۀ هلک وم او تۀ هم نوے چُور ځوان وې

    شاه زوره پهلوان وې

    زما لا زړۀ سالم ؤ داسې نۀ وم پاره پاره ـــــــــــــــــــ سائېکله وفاداره!

    پۀ سترګو مې خوږ  لګې پۀ تا سور یو ځلې یار ؤ

    یو ښکلے جفاکار ؤ

    ستا یاد شي هغه ښکلے چې به ئې زړۀ یوړو بې واره ــ سائېکله وفاداره!

    مزې کوه چې تۀ د برخو وېش کښې د شاعر شوې

    جهان و ته ظاهر شوې

    کۀ نۀ وي څوک ئې نوم اخلي؟ سائېکلونه دي بې شماره ـ سائېکله وفاداره!

    کمال حاصل پۀ ژوند کښې بس ارام دے، ارام وکړه

    بیا ما ته سلام وکړه

    پنشن به درته درکړم باقي عمر خوره تیاره ـــــــــــ سائېکله وفاداره!

    راځه چې نن دې وستایم د لسو کالو یاره!

    سائېکله وفاداره!

  • د پښتون تنظيم، روس مشر – ژباړن: نويد محمد

     

    "تعليم کښې د عدم تشدد تدريس او نفسيات"، د روس پهٔ نصاب کښې شامل دا کتاب د روسي پوهنتون د لوړو زدکړو د طالبعلمانو د پاره مخصوص دے او پکښې د باچاخان د عدم تشدد نظريات او ژوند روسيانو ته وړاندې کړے شوي دي.

    اسلام کښې عدم تشدد

    Ненасилие в исламе

    Хан Абдул Гаффар Хан

    biЫio-online.ru

    مونږ کۀ پۀ اسلام کښې د عدم تشدد تصور ته ځیر شو نو ګڼ نومونه زمونږ مخې ته راځي. پۀ دې نومونو کښې یوه ستره نامه د خان عبد الغفار خان ده چې ټول ژوند ئې د عدم تشدد پۀ فلسفه اډاڼه تېر کړے دے او یوې شېبې له هم د عدم تشدد پۀ لړ کښې د هغۀ فکر دوه ځایه شوے نۀ دے.

    خان عبدالغفار خان د انګرېزانو تر استعمار لاندې د ناوېشلي هند د شمال مغربي سرحدي صوبې یو پښتون لارښود ؤ. دۀ پۀ خپله سیمه کښې د عدم تشدد د غورځنګ تاده کېښوده او پۀ اول ځل ئې د عدم تشدد پۀ عقیده کاربند د رضاکارانو یو تنظیم ]خدائي خدمتګار[ جوړ کړو. د دې تنظیم پۀ وړومبۍ لویه غونډه کښې ]چې 1930ز کال کښې پۀ اتمانزو کښې شوې وه[ یو لکهـ خدائي خدمتګارانو ګډون کړے ؤ. دا غورځنګ داسې یو لښکر ؤ چې د عدم تشدد پۀ بنیاد د پوره پوځي ډسپلن سره ئې د خپلې خاورې ازادۍ د پاره عملي جدوجهد کولو.

    خان عبدالغفار خان خپل اولس ته وئیل چې د انګرېز قانون منلو او د هغۀ د جوړو کړو څیزونو پکارونې نه انکار وکړي.

    کله چې به قابض انګرېز استعمار پۀ باچاخان او د هغۀ ملګرو خدائي خدمتګارانو/ رضاکارانو باندې تشدد کولو نو دوي به د عدم تشدد د فلسفې لاندې هم د عدم تشدد تر لارې د دغه تشدد مزاحمت کولو. پۀ دې جنګ کښې د انګرېز ماتې یقیني شوه.

    خان عبدالغفار خان به خپل قوم ته وئیل چې زۀ تاسو له یوه داسې وسله درکوم چې د نړۍ یوه اٰرمي ئې هم مقابله نۀ شي کولې ـــ دا وسله د اسلام د پېغمبر محمد صلي الله علېه وسلم د صبر، انصاف او عدم تشدد وسله ده.

    خان عبدالغفار خان پۀ دې تحريك کښې هغه زلمي واخستل چې د هغوي د خپلو جوړو کړو تعليمي مدرسو نه فارغ شوي وو. دوي به خپل مقامي لباس د خامتا جامې اغوستلې کوم له چې بيا سُور رنګ ورکړے شو. خدائي خدمتګارانو ته د دوي د وردۍ پۀ شکل د اغوستلو شوو جامو لۀ وجې دوېم نوم "سرخ پوش" ورکړے شو. دوي به کلي پۀ کلي د اولسي شعور بېدارۍ او د عدم تشدد او ازادۍ تبليغ کولو. د دې تحريك لاندې ډېر احتجاجي عملونه او لاریونونه شروع شوي وو. د عدم تشدد دې فلسفې نه د د نورو مذهبونو خلق هم متاثر شول او دوي ته ئې د درناوي او احترام پۀ نظرکتل شروع کړي وو.

    کله چې پېښور کښې )د هندوستان د وېش پۀ وخت( سیکهانو او هندوانو باندې تشدد شروع شو، دې رضاكارو د دوي د مال او ژوند حفاظت شروع کړو او د اخري رسول دا خبره به ئې وئيله چې مسلمانان هغه دي چې د ژبې یا لاس نه ئې بل انسان ته څۀ نقصان ونۀ رسي بلکې هر چا ته ترې فائده ورسي .

    عبدالغفار خان د خپلو ملګرو عقیده پۀ دې فکر کلکه جوړه کړې وه چې د خداے پۀ ذات باندې ايمان دراصل د انسان سره د مينې نوم دے. مسلمان يا پښتون د عدم تشدد پۀ پېروکارۍ نۀ شرمېږي ځکه چې دا فلسفه نوې نۀ ده بلکې څوارلس سوه کاله اګاهو اخري رسول محمد صلي الله علېه وسلم پۀ فتح مکۀ کښې ثابته کړې ده.

    پورتني مثالونه دا ثابتوي چې خان عبدالغفار خان خپل قام ته د عدم تشدد اهميت وښودلو او خپل دليل کښې ئې د اسلام حواله ورکړه. اسلام کښې د بد بدله بد او د نيکۍ بدله نيکي ده خو اسلام کښې دا هم وئیلےکېږي چې د ظلم يا بد پۀ بدله کښې بخښنه کول تر هر څۀ غوره دي.

    ]پۀ بل مخ د یاد کتاب د پاڼو عکسونه نقل کړے شوي دي[

    یادګیرنه:

     

    د عدم تشدد د مفکورې پۀ لړ کښې یوه فکري مغالطه دا خپره ده چې ګنې عدم تشدد پۀ یو صورت کښې "عدم رد عمل" دے.

    عدم تشدد د هر ډول تېري، زیاتي، زور واکۍ، او سرتېزۍ پۀ ضد د یو داسې مقاومت نامه ده چې مقاومت کوونکے د هېڅ ډول تشدد اسره او ډاډ نۀ اخلي. دا مقاومت نۀ ماتېدونکے وي. دا مقاومت تر هغه وخته وي تر څو چې د تېري، زیاتي، زور واکۍ او سرتېزۍ کوونکے فرد، ټولګے یا ریاست خپلو کړو باندې ستومانه شوے او پۀ شا شوے نۀ وي. پښتون

     

  • د رهبرِ تحريڪ تاريخي مرڪه – ژبارن: پښتون

    د رهبر تحريک خان عبدالولي خان دا مرڪه د اٰصف بهټي ڪتاب "سياست دان*" څخه اخستې شوې ده چې نن هم خپل افاديت پوره پوره لري.[

    محمد اٰصف بهټی، سیاست دان، لاهور، ماورا    يبلشرز، 1988، مخونه 336-327*

    یادونه: دا مرڪه د ملک د موجوده حالاتو پهٔ حقله نهٔ ده بلکې دا نن نۀ یو کم دېرش کاله وړاندې شوې مرڪه  ده.

    ملک ته د راپېښ سياسي حالاتو تجزيه تاسو څنګه کوئ؟ ايا تاسو دا محسوسوئ چې موجوده سياسي بحران به پۀ نزدې وختونو کښې ختم شي؟

    ځواب: دا خبره لکه د رڼا ورځ څرګنده ده چې زمونږ موجوده باداران د قامي مسئلو حل کولو پۀ ځاے پۀ هغو کښې ارادتاً اضافه کولو کښې بوخت دي. کۀ حکومت خپل موجوده طرز عمل باندې ټينګ پاتې شو او د ملک د سياسي او معاشي حالاتو د اصلاح د پاره ئې فوري اقدامات ونۀ کړل نو د ملک سلامتي هم د خطر سره مخ کېدې شي. پۀ دې مايوس کن حالاتو کښې ما ته د اميد هېڅ رڼا نۀ ښکاري. ناحل شوې سياسي مسئلو مونږ پۀ مکمل توګه خپله قابو کښې نيولي يو او هره راتلونکې ورځ زمونږ د تباهۍ نوے پېغام راوړي. ملک نۀ صرف د داخلي مسئلو سره مخ دے بلکې زمونږ سرحدونه هم محفوظ نۀ دي. زمونږ پۀ صوبه سرحد هم بېروني دباو پۀ سېوا کېدو دے او پۀ بلوچستان خارجي خطرې ګرځي راګرځي.

    کۀ مونږ د افغانستان پۀ حقله خپله موجوده کړنلاره بدله نۀ کړه نو د پاکستان سلامتيا ته ناقابل تلافي نقصان رسېدے شي. د ملک دننه چې څنګه خطرناکه وسله راروانه ده او د پاکستان پۀ ګوټ ګوټ کښي خوره شوې ده نو دا حالات د پاکستان د پاره ائنده کښې د لویې تباهۍ بنياد ګرځېدے شي.

    پۀ ملک باندې د ډېر وخت نۀ مارشل لاء مسلطه قائمه ده. ستاسو پۀ خيال کښې سياسي پارټۍ د خپل اوږد جدوجهد او قربانو پۀ ترڅ کښې د مارشل لاء د مخنيوي او د جمهوريت د بحالولو پۀ مقصد کښې ولې ناکام شوي؟

    ځواب: زۀ پۀ ذاتي توګه دا محسوسوم چې کله زمونږ پوځي حاکمان سياسي مسئلې پۀ پوځي او غېر مساويانه طريقو باندې د حل کولو کوششونه کوي نو سياسي پارټۍ پۀ يو مخ غېر موثره شي. مونږ د خپلو غلطيو څخه هېڅ پند او نصيحت نۀ اخلو. پۀ 1970ز کښې پوځي حاکمانو پۀ خپله نګرانۍ کښې ووټونه وکړل چې پۀ کوم کښې عوامي ليګ واضحه اکثريت واخستو لېکن پوځي حاکمانو اقتدار منتخب نمائنده ګانو ته حواله نۀ کړو چې د کوم نۀ دا حقيقت ثابتېږي چې کۀ پوځيان پۀ اقتدار باندې قابض پاتې کېدل غواړي نو تاسو پۀ جمهوري عمل باندې پۀ قومي سياست کښې د هېڅ قسم بدلون توقع نۀ شئ کولې. د 1970ز پۀ انتخاباتو کښې د کاميابۍ نۀ پس اقتدار د عوامي ليګ حق ؤ لېکن د پوځي حاکمانو لۀ خوا مشرقي پاکستان ته د اقتدار د عدم انتقال باوجود هم بنګاليان پر امنه وو او هېڅ قسم متشدد تحريک ته ئې لاس وانۀ چولو، پۀ پر امنه طريقه ئې د سول نافرمانۍ د تحريک اغاز وکړو لېکن پوځي حاکمانو پوځ کشي وکړه، پۀ يونيورسټيو او کالجونو کښې د زدکړیالو د ژوندي سېزلو غوندې واقعات راڅرګند شول. ما ته شېخ مجيب الرحمان پۀ خپله ووئېل چې د پوځ کشۍ پۀ وجه تقريباً شل لکهه بنګاليان قتل کړے شول. پوځي مهم بازانو نزدې شل لکهه پاکستانيان قتل کړل خو اقتدار ئې منتخب نمائنده ګانو ته حواله نۀ کړو. د جنرل ضياء د مارشل لاء پۀ حکومت کښې هم پۀ سندهـ صوبه کښې د ښځو، ماشومانو او بوډاګانو پۀ شمول نزدې يو زر 1000 سندهيان ووژلے شول لېکن پوځي حاکمان د اقتدار پۀ پرېښودلو رضامند نۀ شول نو ځکه ما درته اول هم دا خبره وکړه چې مطلق العنانه پوځي حاکمان د سياسي مسئلو پۀ پوځي طريقو باندې د حل کولو کوشش کوي نو بيا سياسي ګوندونه غېر موثر شي او د ملک پۀ سياست کښې د هغوي کردار ختم شي. هم دغه وجه ده چې مونږ د جمهوري قدرونو د بحالولو پۀ مقصد کښې کامياب نۀ شو.

    چې کوم صورت احوال تاسو بيان کړو نو د دې نۀ خو دا ظاهرېږي چې پۀ موجوده سياسي حالاتو کښې هېڅ قسم تغير راوستل نا ممکن دي او اوس پۀ دې ملک کښې د يو جمهوري نظام د قيام مسئله يوه ناشونې خبره ده؟

    ځواب: زمونږه حاکمانو چې د تېرو څو کلونو نۀ کومه لائحه خپله کړې ده نو د هغې پۀ وجه زمونږ ملک د امريکه يو غلام ګرځېدلے دے. ما پۀ خپلو سترګو داسې دستاوېزات ليدلي دي چې دا ترې جوتېږي چې د امريکې پاکستان سره ډېر مفادات تړلي دي، د خپلو هم دې مفاداتو لۀ وجې به امريکه چرې هم دا برداشت نۀ کړي چې پۀ دې ملک کښې دې يو داسې حکومت راشي چې هغه د امريکې مخالف وي.

    د امريکې دا خيال دے چې پاکستان واحد ملک دے چې هغه ئې د روس خلاف د خپلو ګټو د پاره استعمالولے شي. امريکې پۀ روس باندې د دباو اچولو د پاره پۀ پاکستان کښې هوائي اډې جوړې کړې دي او کۀ د روس او امريکې منځ کښې جنګ ونښتو نو امريکه به دا اډې د روس خلاف استعمالوي. د امريکنيانو دا هم خيال دے چې د پاکستان پۀ ذريعه هغه پۀ عربو کښې هم د خپلو مفاداتو حفاظت کولے شي. د امريکې د معاشي ژوند انحصار د عرب پۀ تېلو دے او امريکه پۀ دې پوهېږي چې د پاکستان پۀ ذريعه هغه د مشرق وسطٰي د ټولو هېوادونو سره خپل تعلقات قوي کولے شي. د خپلو دې مفاداتو لۀ وجې امريکه چرې هم پۀ پاکستان کښې د هېڅ قسم جهموري او سياسي حکومت طرف داره نۀ ده پاتې شوې ځکه د يو صحيح نمائنده حکومت پۀ موجودګۍ کښې به هغې ته د امريکې څخه زيات د پاکستان ګټې مهمې وي او دا خبره امريکه نۀ مني. ايا تا دا نۀ وو ليدلي چې سياسي ګوندونو د خپل اوږد او مسلسل جدوجهد نۀ پس ايوب خان پۀ ګونټو کړو لېکن د دې جدوجهد پۀ نتيجه کښې پۀ ملک باندې يوه بله مارشل لاء وروتپلې شوه او بيا جنرل يحيٰ خان د ملک د دوه ټوټې کېدو پس اقتدار بهټو مرحوم ته حواله کړو. خو عجيجه دا ده چې بهټو مرحوم هم د مارشل لاء اېډمنسټرېټر پۀ حېث د حکومت واګي پۀ لاسو کښې واخستې. بيا جنرل ضياء تشريف راوړو او هغه هم د تېر يوولسو کلونو راهسې د چيف اٰف اٰرمي سټاف پۀ حېث د اقتدار پۀ کرسۍ ناست دے او نن چې د کوم تش پۀ نوم سول حکومت دعويٰ کولې شي چې هغه هم د يو پوځي اٰمر د سيوري لاندې دوام لري ـــ دا صورتحال د امريکې پۀ مفادو کښے دے چې پۀ پاکستان دې هم پوځي اٰمر مسلط وي او هم دغه وجه ده چې يو هم سياسي تحريک پوځ د اقتدار څخه د لرې کولو پۀ کوشش کښې کامياب نۀ شو. کۀ عوامي لیګ د 98 فيصده سيټونو ګټلو او شل لکهه خلقو قربانيو ورکولو باوجود هم د پوځي زور ځواکانو څخه د اقتدار پۀ حاصلولو کښې کامياب نۀ شو نو د پاکستان موجوده سياسي ګوندونه به د جنرل ضياء څخه د اقتدار راشوکولو کښې څۀ کامياب شي؟ ايا مونږ سره داسې شل لکهه کسان شته چې د جمهوريت د بحالۍ د پاره د پوځي حاکمانو پۀ لاس ځان وژلو ته تيار وي؟ يقيناً چې د دې جواب به نفي کښې وي. زۀ به دا ووايم چې کۀ مونږ شل لکهه کسان هم تيار کړو چې د دغه پوځ مقابله وکړي خو بيا به هم پوځ اقتدار پرې نۀ ږدي، البته کۀ مونږ پوځي حاکمانو سره پۀ اقتدار کښې شراکت ته تيار يو نو د هغې د پاره پوځي جرنېلان تيار دي. تا ته به معلومه وي چې د مارشل لا پۀ دور کښې ما ته هم د وزير اعظم جوړېدو وړاندیز شوے ؤ، بهر حال زما خيال دا دے چې کۀ پوځي جرنېلان پۀ خپله پۀ خپل سوچ کښې کوم بدلون نۀ راولي نو مونږ هغوي بدلولے نۀ شو او مونږ پۀ دې ملک کښې د جمهوري قدرونو د بحالۍ پۀ مشن کښې کاميابېدے نۀ شو. زۀ به تا ته يو ځل بيا ووايم چې موجوده حاکمانو پاکستان نۀ د امريکې يوه کالوني جوړه کړې ده. پۀ موجوده حالاتو کښې کۀ مونږ پۀ پاکستان کښې کومه تبديلي راوستل غواړو نو مونږ ته به دا سوچ کول وي چې زمونږ مقابله به د پاکستان د حاکمانو سره نۀ وي، بلکې مونږ به د خپلو حقونو د بحالۍ او د قامي مفاداتو د تحفظ پۀ خاطر د امريکې خلاف د مبارزې اعلان کوو. د امريکې مخالف تمام قوتونو ته به پۀ يو ځاے متحد کول وي. پۀ دې لړ کښې مونږ څلور سياسي ګوندونه خپلو کښې مدغم کړل او يوه عوامي نېشنل پارټي مو ترې جوړه کړه. زۀ دا ګڼم چې تر څو پورې ټول سامراج دښمنه، جمهوريت پسنده او ترقي خوښوونکي قوتونه خپلو کښې يو نۀ شي نو تر هغې پورې مونږ پۀ پاکستان کښې د جمهوري قدرونو د بحالۍ هدف نۀ شو ترلاسه کولے. د جهموريت د منزل د حصول پۀ خاطر به مونږ ته د امريکې خلاف هم اواز اوچتول وي. زما پۀ خيال پاکستان کښې چې کوم سياستدانان د امريکې د پاره نرمي لري، هغه د جهموريت سره وفادار نۀ دي. مونږ د ايم اٰر ډي د پلېټ فارم نۀ د جهموريت د بحالۍ د پاره کار کوو او د دې سره سره زمونږ دا هم کوشش دے چې ټول ترقي پسنده قوتونه دې د امريکې خلاف خپل جدوجهد نور هم تېز کړي.

    تاسو پۀ خپلو خبرو کښې ووئېل چې اوس پاکستان کښې د جمهوري عمل پۀ ذريعه هېڅ قسم بدلون راوستل ناممکن دي؛ پۀ دې حالاتو کښې د موجوده سياسي بحران څخه د وتلو لپاره تاسو څۀ لائحه تجويز کوئ؟

    ځواب: زۀ څۀ وخت راهسې دا خبره کوم چې کۀ تاسو پۀ ملک کښې خلقو ته پۀ ائيني او جمهوري طريقو باندې د خپلو حقونو د اخستو لارې بندې کړئ نو بيا به خلق پۀ دې مجبوره وي چې د تشدد لار خپله کړي. کۀ تاسو سياسي ګوندونو ته پۀ پوره ازادۍ سره د کار کولو موقع نۀ ورکوئ نو بيا به خفيه سرګرمۍ شروث شي چې دغه به د ملک د پاره يو صحتمند رجحان نۀ وي. کۀ خلق پۀ دې پوهه شول چې پۀ پر امنه او جمهوري طريقو د دوي مسئلې نۀ حل کېږي نو بيا به دوي پۀ نورو ذريعو پکارولو بوخت شي او د دې پۀ نتيجه کښې به بيا ملک پۀ مکمل توګه تباه شي. زمونږ موجوده حاکمان خلق پۀ متشدد لارو چارو خپلولو باندې مجبوروي. ځوان کهول مونږ څخه پوښتنه کوي چې د پر امنه جدوجهد پۀ ذريعه تاسو يوولس کلونو کښې څۀ وکړل؟ مونږ پۀ موجوده دور کښې د پېرنګي د غلامۍ د دور څخه هم د زيات بد تر حالات سره مخ يو. د 1947ز نۀ اول کم از کم يو منتخب حکومت موجود ؤ، زمونږ سياسي ګوندونو ته د کار ازادي وه، د حکومت د منتخب کولو حق خلقو ته حاصل ؤ. پاکستان او هندوستان يو ځاے ازاد شوي وو، د ازادۍ څخه پس پۀ هندوستان کښې اتۀ ځل ووټونه وشول او هلته يو مثالي جمهوري نظام قائم دے لېکن پاکستان کښې مونږ د څلوېښتو کلونو راهسې د جمهوريت د بحالۍ د پاره زيار باسو. د دې حالاتو لۀ وجې خلق ډېر مايوس دي، همت ئې هم بائېللے دے. زما پۀ خيال بعضې خلق د دې پاتې پاکستان پۀ نورو ټکړو کښې د وېشلو لپاره پۀ خفيه سازشونو کښې بوخت دي. د مارشل لاء پۀ نهه کلونو کښې ما ته پنجاب او سندهـ ته د تلو اجازت نۀ ؤ. موجوده حاکمان دا څۀ له غواړي چې مونږ صرف خپلې صوبې پورې محدود پاتې شو؟ پۀ کراچۍ کښې د نسلي او ژبني جنګ جګړو جواز څۀ دے؟ پنجابے، پښتون او مهاجر خپلو کښې پۀ څۀ جنګ کوي؟ د دې واحد وجه دا ده چې د جمهوري عمل د ختمېدو پۀ وجه پۀ وړو صوبو کښې د محروميت او وروستو پاتې کېدو احساس زيات شوے دے. د مارشل لاء حکومت د پاکستاني قوميت تصور مطلق ختم کړے دے او مونږ ئې پۀ مختلف ډلو کښې وېشلي يو. بيا هم کۀ د صوبو حقوق بحال شي او پۀ ملک کښې پۀ صحيح معنو کښې يو منتخب حکومت قائم شي نو دا پاکستان متحد ساتلے شي. دا وخت اهم خبره دا نۀ ده چې سياسي ګوندونه د خپل جدوجهد پۀ ذريعه پاکستان کښې جمهوري نظام بحال کولے شي او کۀ نۀ، بلکې مهمه خبره دا ده چې مونږ پاکستان قائم ساتلے شو او کۀ نه؟ کۀ د پاکستان پۀ پوځي حاکمانو کښې دې ملک سره لږه هم مينه موجوده وي نو هغوي بايد پۀ خپل موجوده پالېسیو کښې بدلون راولي او پۀ ملک کښې حقيقي جهموري نظام بحال کړي. دې پوځي حاکمانو ته د امريکې د مرورتیا څخه بې د کومې وېرې د قومي مفاداتو پۀ ترڅ کښې فوراً ملک کښې د انتخاباتو اعلان کول پکار دي.

    تاسو د پاکستان د ټولو نۀ زيات متنازعه شخصيت يادېږئ، هر حکومت تاسو غدار او د ملک دښمن ياد کړي يئ، ستاسو پۀ خيال د دې وجه څۀ ده؟

    ځواب: چې د کله نه هم دا ملک جوړ شوے دے نو هر حکمران دا ضروري ګڼلې ده چې مونږ د خپل قهر وغضب ښکار کړي. د وېش نه پس تر شپږو کلونو پورې ئې زۀ د قېد و بند پۀ مصيبتونو کښي مبتلا وساتلم. يو طرف ته خو هر حکومت زۀ غدار ياد کړم خو بل طرف ته هر حاکم ما ته پۀ اقتدار کښې د شراکت بلنه هم راکوله. د سکندر مرزا او ايوب خان دا خواهش ؤ چې زۀ د هغوي سره پۀ کابينه کښې شامل شم. بهټو مرحوم غوښتل چې زۀ د پاکستان صدر جوړ شم. جنرل ضياء دوه وارې ما ته د وزارت عظمٰي دعوت راکړو. کۀ زۀ غدار وم نو بيا ما ته د دې دومره اهم ترينو عهدو دعوتونه څۀ ته راکړے کېدل؟ د لاهور پۀ يوه جلسه کښې ما تقرير کولو چې د خلقو څخه يو اوچت اواز غږ کړو چې بهټو تا ته غدار وائي، ما هم پۀ جلسه کښې دا ځواب ورکړو چې بهټو صاحب ما ته د صدارت پېشکش کړے دے، کۀ د هغۀ دا خيال وي چې زۀ غدار يم نو د هغې باوجود هم هغه ما د ملک صدر جوړول غواړي، نو بيا زما نه غټ غدار بهټو صاحب پۀ خپله دے. ما همېشه پۀ دې ملک کښې د حقيقي جمهوري قوتونو ملاتړ کړے دے، پۀ دې وجه ما چرې هم پۀ غېر جمهوري طريقه باندې د دې ملک د صدر يا وزيراعظم دعوت قبول نۀ کړو. ما پۀ امريت باندې د باور لرونکو بادارانو حمايت چرې هم نۀ دے کړے، ځکه هغوي زۀ غدار بللم. ګو چې دې ټولو حاکمانو زما د خرڅولو کوشش وکړو خو نۀ زۀ خرڅ شوم او نۀ مات شوم. هم دغه زما جرم دے چې پۀ هر دور کښې زۀ د غدار او ملک دښمن غوندې القابو سره ياد کړے شوم.

    ايا تاسو دا منئ چې 1971ز نۀ پس يوه داسې موقع راغلې وه چې پۀ پاکستان کښې جمهوري نظام پۀ مضبوطو بنيادونو باندې قائم کړے شوے ؤ خو د پاکستان پيپلز پارټۍ او عوامي نېشنل پارټۍ تر منځه د اختلافاتو او ډغرو لۀ کبله ملک کښې اخر مارشل لاء نافذ شوه؟ ايا د قومي مفادو پۀ خاطر پيپلز پارټۍ او ستاسو ګوند ترمنځه کومه داسې سياسي لاره نۀ شوه راوتلې چې دغه اختلافات مو حل کړي وے چې د مارشل لاء غوندې انتهائي عمل څخه ملک ژغورلے شوے وے؟

    ځواب: زما خيال دا دے چې داسې کېدل نا ممکن وو، ځکه چې د يو غېر ملکي طاقت مفادات زمونږ پۀ لار کښې خنډ شول. دا خبره ما ته بهټو مرحوم پۀ خپله کړې وه چې هغه پۀ ملک کښې جمهوريت پۀ کُلي توګه نافذ کولے نۀ شي او چې پۀ کومو دوو صوبو کښې اکثريت د نېشل عوامي پارټۍ سره دے، هلته اقتدار اکثريتي ګوند ته حواله کولے نۀ شي ځکه چې د ايران بادشاه د پاره دا خبره د منلو وړ نۀ وه. بيا د امريکې د مفاداتو هم دا تقاضه وه چې حکومت زمونږ ګوند ته حواله نۀ شي. نن هم کۀ کوم ګوند ته د امريکې ملاتړ حاصل نۀ وي نو کۀ هغه د عوامو ملاتړ هم ولري خو پۀ پاکستان کښې اقتدار نۀ شي حاصلولے. دلته هر يو امريکې ته ځان د وفادار ثابتولو د پاره کوشش کوي چې ځان د اقتدار منزل ته ورسوي او بعضې خلق خو تر دې حده ورته سينه ډبوي چې کۀ هغوي ته حکومت حواله کړے شو نو هغوي به جنرل ضياء څخه هم زيات د امريکې مفادات خوندي کولو د پاره ډېر خدمتونه وکړي.

    سندهـ، بلوچ، پښتون فرنټ چې د کنفيډرېشن د پاره کومه نظريه وړاندې کړې ده، د هغې باره کښې ستاسو څۀ رايې ده؟

    ځواب: مونږ پۀ فيډرېشن باندې يقين لرو او د کنفيډرېشن د نظريې پۀ هېڅ شکل کښې حاميان نۀ يو. زمونږ ګوند د فيډرېشن (وفاقي نظام) پلوي دے لېکن مونږ صوبو ته د زيات واک ورکولو پۀ حق کښې يو. اصل کښې د سندهـ، بلوچ، پښتون فرنټ لۀ خوا چې د کنفيډرېشن کومه مطالبه مخې ته راغلې ده، دا د موجوده حاکمانو د هغو پالېسیو نتيجه ده چې تر مخه ئې د يوې تيارې کړې شوې منصوبې پۀ ذريعه د صوبو پۀ منځ کښې فساد اچول غرض دے. مونږ دا محسوسوو چې تر کومه پورې د وړو صوبو خلقو کښې پۀ اقتدار کښې د عدم شراکت احساس موجود وي نو د ملک د فاقي نظام ټينګول به ناممکن وي. د سندهـ بلوچ پښتون فرنټ د کنفيډرېشن د مطالبې څخه دا حقيقت پۀ ډاګه کېږي چې تر کومه د 1973ز د ائين مطابق پوره اختيارات ورنۀ کړے شي نو د وړو صوبو خلق د ملک څخه د بېلېدو تحريک هم شروع کولے شي.

    ايا ستاسو مرحوم پلار باچا خان د کنفيډرېشن حامي نۀ ؤ؟

    ځواب: نه! هغوي چرې هم د کنفيډرېشن د مطالبې حمايت نۀ دے کړے. د هغوي رايې دا وه چې د جناح صاحب پاکستان اوس ختم دے، مونږه ته پۀ شريکه دا واضح کول دي چې پۀ 1947ز کښې کوم پاکستان جوړ کړے شوے ؤ، هغه نن ولې نشته؟ او د باقي پاکستان قائم ساتلو د پاره بايد د صوبو د حقونو د نوي سره تعين وشي.

    ستاسو مرحوم پلار خو به د قرارداد بنو خبرې کولې؟

    ځواب: زما مرحوم پلار ما ته پۀ خپله وئېلي وو چې هغوي د قرارداد بنو د منلو خبره نۀ ده کړې. پۀ اصل کښې شېر باز مزاري زما پۀ پلار دا يو دروغ او بې بنياده الزام لګولے ؤ چې ګنې هغوي د قرارداد بنو خبره کړې وه. بيا پۀ اخبارونو کښې زمونږ خلاف ډېره تېزه پروپېګنډه وشوه چې خان عبدالغفار خان د سره بيا د قرارداد بنو خبره را اوچته کړې ده. د هند د وېش نۀ مخکښې بنو قرارداد پېش کړے شوے ؤ خو د پاکستان د جوړېدو نه پس نۀ زما پلار نۀ ما چرې د قرارداد بنو ملاتړ کړے دے. پۀ قرارداد بنو کښې زمونږ دا متفقه رايې وه چې کۀ برصغير ارومرو تقسیمېږي نو بيا مونږ ته هم دا حق راکول پکار دي چې صوبه سرحد د يو ازاد حکومت پۀ حېث قائم کړو. د پاکستان د قيام نۀ پس مونږ دا قرارداد واپس واخستو او د پاکستان پۀ حمايت کښې مونږ د خپل تېر موقف څخه پۀ شا شوي يو.

    تاسو د يوې نوې دستور اسمبلۍ مطالبه کړې وه، ايا تاسو پۀ خپله دغه مطالبه باندې قائم يئ؟

    ځواب: د پاکستان يو هم سياسي ګوند نن دا دعويٰ نۀ شي کولې چې 1973ز ائين دا وخت موجود دے. نواب زاده نصر الله خان غوندې سياستدان هم دا مني چې د 1973ز دستور روح ختم کړے شوے دے. پۀ دې حالاتو کښې مونږ د يوې نوې دستور سازې اسمبلۍ د انتخاباتو وعده کړې وه، بيا هم د عوامي نېشل پارټۍ د قيام پس نه مونږ خپل دغه دریځ پرېښودو او د اېم اٰر ډي د نورو ګوندونو غوندې مونږ هم دا مطالبه وکړه چې د 1973ز ائين دې پۀ خپل اصلي شکل کښې بحال کړے شي او پۀ ملک کښې دې پۀ جماعتي بنيادونو باندې دوباره انتخابات وشي.

    ستاسو باره کښې وئېلے کېږي چې تاسو پۀ يوه موقع وئېلي وو چې د خداے شکر دے چې د پاکستان د جوړېدو پۀ جرم کښې زۀ شريک نۀ وم. ايا دا ريښتيا دي چې تاسو د پاکستان د جوړېدو پۀ حقله داسې افسوسناک الفاظ استعمال کړي وي؟

    ځواب: داسې دروغ خبرونه ورځپاڼه نوائے وقت زما باره کښې اکثر تراشي. ما چرې هم پۀ خپل تقرير کښې د پاکستان باره کښې داسې خبرې نۀ دي کړې. پۀ اصل کښې دا خبره ما ټوقه کښې کړې وه. زۀ پۀ جناح هسپتال کښي د جي ايم سيد پوښتنې له تلے وم، هغۀ ما ته ووئیل چې زۀ د دې ګناه اعتراف کوم چې د پاکستان د جوړېدو پۀ تحريک کښې ما ښۀ فعاله ونډه اخستې وه؛ ما د هغۀ د دې خبرې پۀ ځواب کښې پۀ خندا سره ووئیل چې د خداے شکر دے چې زۀ د پاکستان د جوړېدو پۀ جرم کښې شريک نۀ وم. دا خبره ما هسې پۀ ټوقه کښې کړې وه لېکن هلته موجود يو صحافي پۀ بله ورځ دې سره ښۀ مالګه مرچکې ولګول او خبر ئې پۀ نوائے وقت کښې خپور کړو.زۀ دا منم چې زمونږ ګوند د پاکستان د تحريک مخالفت کړے و، زمونږ دا رايې وه چې د پاکستان مطالبه پۀ اصل کښې د مسلمانانو د تقسيم مطالبه ده، ځکه مونږ د پاکستان د جوړېدو د زړۀ د خلاصه مخالفت کولو؛ لېکن چې کله پاکستان جوړ شو نو بيا دا ملک مونږ د زړۀ نه ومنلو. څلوېښت کاله مخکښې د پاکستان پۀ حقله زمونږ موقف څۀ ؤ، دا خبره نن د بحث موضوع ګرځول يو بلا جواز عمل دے.

    د پاکستان د جوړېدو پۀ حقله زمونږ موقف صحيح ؤ يا د مسلم ليګ رايې درسته وه، د دې فېصله بايد پۀ تاريخ پرېږدو. جناح صاحب هم وړومبۍ دستور سازې اسمبلۍ ته پۀ خپل خطاب کښې وئیلي وو چې بعغې خلقو د خپل نکته نظر لۀ خوا د پاکستان د تحريک مخالفت کړے ؤ لېکن دا فېصله به تاريخ کوي چې د مسلم ليګ موقف صحيح ؤ او کۀ د پاکستان د مخالفينو ـــ نن چې کوم خلق مونږ د پاکستان د جوړېدو سره د اختلاف پۀ وجه مجرم ګڼي او تنقيد راباندې کوي، هغوي د هغو پوځي جرنېلانو او سياستدانانو د احتساب مطالبه ولې نۀ کوي چې پاکستان ئې دوه ټوټې کړے ؤ؟ دا خلق د هغو اقتدار پرسته جرنېلانو او د طاقت وږو سياست مدارانو خلاف اواز ولې نۀ اوچتوي چې نن د پاکستان د دغه بوږنوونکو سياسي حالاتو ذمه دار دي؟ کۀ زۀ د ملک د موجوده سياسي صورتحال سره موافق نۀ يم او د پاکستان د داخلي او خارجي حالاتو لۀ وجې اندېښمن يم نو د دې تر شا هم حقيقت دے چې زۀ د پاکستان سره مينه لرم. زه د وطن سره د مينې جذبه باندې واکمن يا د هغۀ د ډنډورچي ايجاره داري نۀ منم.

  • راجيني كول : د پېښور يادونه – دانش احمد

    "د راجيني کول د پېښور یادونه"، دا لیکنه د فېسبوک پاڼې نه اخستے شوې دي او زمونږ نیازبین بچي دانش احمد پښتون د پاره ژباړلې دي.

    د راجیني کول خبرې د پښتو یوې سندرې نه شروع کېږي،

    "راشه دلربا ـــ نن بیا بیا ـــ ستورے د سبا ـــ نن بیا بیا بیا"

    بیا ترې انټرویو اخستونکې تپوس کوي چې تاسو ته پېښور کښې د خپلې استوګنې چرته به چې تاسو اوسېدې، پته یاده ده؟

    "ما ته بالکل پته یاده ده ـــ 3152 بخشي سټریټ، کریم پوره کښې به اوسېدو. هلته ټولې کوڅې د هندوانو وې. زمونږ د کوڅې پۀ شروع کښې د پرتهوي راج کپور جي پلار اوسېدو خو ما دا اورېدلي دي، لیدلي مېنۀ دي. لېکن چې زۀ کله پېدا شوم او لویه شوم نو هغوي بیا دلته نۀ وو، او هغې ته مخامخد پولا رام کوڅه وه. کله به چې پرتهوي راج جي پېښور ته راتلو نو زۀ به هم هلته لوبو له تلم.

    ماشوموالي کښې به شمي کپور او ششي کپور دلته لوبې کولې. ششي کپور ته به د هغه ځاے خلقو "شیشي" وئیل. خلقو به وئیل دا هندوان څنګه نومونه ږدي؟ هلک له ئې شیشي نوم ايښے.

    ډېر ښۀ وخت ؤ، خو ما ته اتۀ کالو پۀ عمر کښې برقعه اغوستل راپېښ شو.

    بیا ترې انټرویو اخستونکې ښځه تپوس کوي چې تاسو ته ئې برقعه ولې پۀ سر کړې وه؟

    راجیني کول وائي چې زما وېښتۀ سرۀ وو. یو ځل د کور نه بهر راووتم نو هلته به یو چمیار ناست ؤ زمونږ د کوڅې نه بهر، ما ته ئې وئیل، خان صاحب ته ووایه چې تا له برقعه راوړي، ما ته ښۀ نۀ لګي چې زۀ تا ته ګورم، ځکه چې تۀ اوس پېغله شوې ئې. هغه وائي زۀ کور ته راغلم نو ما خپلې مور او نیا ته ووئیل چې ما ته برقعه راوړئ.

    مونږ کره به زمونږ دهوبڼه راتله نو مور مې هغې ته ووئیل. هغې ورته ووې چې زما د لور وادۀ شوے دے، د هغې برقعه مونږ کره پاتې شوې ده او مونږ هغې له نوې برقعه ورکړې ده او تۀ د هغې پاتې شوې برقعه واخله. خو د هغې لور دنګه وه او زۀ خو صرف د اتۀ کالو وم ـــ خېر، هغه برقعه مې پۀ سر کړله او پته راته نشته چې جالۍ مې ورله شا ته راوسته کۀ مخې ته، خو بس د کور نه بهر راووتم. هلته به یو دوکان کښې خاورين منګي، کټوري او نور لوښي خرڅېدل، د هغې پۀ خوا کښې تلم چې ناڅاپه د هغه لوښو د پاسه راوغورځېدم. پته نشته چې څومره لوښي مې مات کړل. هغه د دوکان مالک راغے او زما برقعه ئې لرې کړه او ما له ئې واپس پۀ غېږ کښې راکړه، وئیل ئې تا سره دې خداے نیکي وکړي، د دوکان ټول څیزونه دې مات کړل، او کم عقلې! ما ته پته ولګېده چې څوک ماشومه ده چې ما څنګه پېزار ته وکتل. وئیل ئې د مور برقعه دې اچولې ده او زما دوکان دې مات کړو.

    لېکن د پېښور د ډېر لوے زړۀ خلق دي. زۀ د خپلو خبرو سره سره یوه بله خبره هم کوم. چې زۀ کله هم پۀ ټیلي وېژن ګورم چې پۀ پېښور کښې څۀ پېښه وشي نو ما ته ډېر افسوس وشي. زۀ وایم دا خلق به پېښور کله بخښي؟ د کوم پېښور چې خپل خلق خو پرښتې دي. مونږ پۀ خپل وړوکوالي کښې چرته دا نۀ دي کتلي چې چرته څوک جینۍ چا چېړلې وي، د چا غلا شوې وي ـــ مونږ ښځې به د شپې پۀ دولس او دوه بجې د ودونو نه واپس کورونو ته تلو، چرې هم مونږ چا نۀ یو ودرولې چې غاړه کښې دې څۀ اچولي دي؟ دا غریب خلق چا به چې پۀ ټوکرو کښې مېوې خرڅولې، پۀ زمکه به اودۀ کېدل، ما ته اوس هم دا یقین دے چې پۀ هندوستان او پاکستان کښې د ټولو نه ښۀ خلق پۀ پېښور کښې اوسېږي. ما ته دا پته نشته چې هغوي ولې دومره ښۀ دي؟ ما ته صرف دا معلوم دي چې د پېښور خلق ډېر ښۀ دي.

    انټرویو اخستونکې ترې بیا تپوس کوي چې بیا تاسو چرته کوشش نۀ دے کړے پېښور ته د واپس تلو؟

    راجیني کول وائي چې ما کوشش وکړو، بلکې زما د خاوند زما نه زیات د واپس تلو شوق ؤ. هغۀ به دلته پۀ لندن کښې د ټیلي وېژن پروګرام کولو او د هغۀ پۀ پاکستان کښې اورېدونکي ډېر وو، لېکن مشکل دا پېښ شو چې زما یو کزن پېښور ته تلے ؤ او پۀ ژړا واپس راغے او ما ته ئې ووئیل چې پۀ ګهنټه ګهر کښې ګس اړخ ته شا ته چې کوم زمونږ کورونه وو، هغه ټول کورونه ئې راغورځولي دي او د کپړو مارکیټونه ئې پۀ هغه ځاے جوړ کړي دي او زمونږ د چا کور هم نۀ دے پاتې شوے.

    اوس هم درته زۀ څۀ ووایم؟ زۀ چې هره شپه اوده کېږم نو زۀ وایم چې زۀ پېښور کښې یم.

    پته نشته ولې؟ خو کېدے شي ټولو بوډاګانو ته بیا خپل ماشوم والے یادېږي. ما ته اوس هم هر څۀ یادېږي. زمونږ اووۀ چهته استوګنه وه. پورته چهت کولاو ؤ چرته به چې اوړي کښې اودۀ کېدو. زۀ به پۀ اووم چهت ناسته وم او پښې به مې زمکې ته ځوړندې کړې وې او لاندې به مې خلقو ته کتل. هر یو ګاونډي به راته وئیل چې د خداے د پاره دغه ځاے نه لرې شه، لاندې به وغورځېږې!!! لېکن ماشومان کم عقل وي او خېر، زۀ خو اوس هم هغه شان یم، زۀ د څۀ څیز نه وېږېږم نۀ، شاید د پېښور خلق وي داسې، او د ټولو نه غټه خبره کومه چې زۀ د پېښور وروڼو او خوېندو ته کول غواړم، شاید هغوي ته د دې خبرې نه سکون ملاو شي، مونږ هندوان چې کله پېښور نه لاړو نو مونږ د هغې نه مخکښې او د هغې نه پس چرې هم د چا نه وانۀ ورېدل چې چرته چا هندوان وژلي دي ـــ شاید پېښور داسې ځاے ؤ. امید کوم چې نورو ځایونو کښې به هم داسې وو. کۀ هغوي اورېدلي هم وو چې هندوان پۀ هندوستان کښې مسلمانان وژني لېکن مونږ له چا لاس هم نۀ دي راوړي. سُور پوش به راتلل، د کوڅو مخې ته به ودرېدل او یو بل له به ئې لاسونه ورکړي وو. وئیل به ئې خورې! تۀ چې چرته ځې نو تلې شې، ستا وطن دے، د چا نه مۀ وېرېږه، چې کومې کوڅې ته ځې نو ځه، او چې څۀ دې پکار وي نو خپلو دې وروڼو ته وایه. باچاخان به خپله راتلو زمونږ کوڅو ته او مونږ له به ئې تسلي راکوله.

    زما د پاره هغه ځاے جنت ؤ. زۀ امریکه کښې هم پینځۀ شپږ کاله پاتې شوې یم او د تېرو پنځوسو کالو نه لندن کښې اوسېږم  لېکن اوس هم زما پېښور زما جنت دے.

  • د شلمې پېړۍ د ستر شاعرقاضي ملا عبدالسلام بابا د حماسيشاعرۍ د رامنځ کېدو لامل څۀ ؤ؟ – نور  احمد  فطرت

    یوه تاریخي څېړنه

    ملا عبدالسلام اشيزئ د سويلي پښتونخوا لوے مبارز، مجاهد، قامي شاعر او د باچا خان د تحريک مرستيال ؤ. د انګرېز استعمار نه تر پنجابي استبداد پورې هر وخت د هغهٔ د قلم څوکه تېرهٔ چلېدلې ده. د هغهٔ شعري ځواک، د اسلوب اوچت اٰهنګ، پهٔ لفظ و معني پوره وس لاس، حريت پسندي، بېباک، معاصر معروضي ادراک او د سياسي شعور پهٔ بنياد کهٔ مونږ هغه د بنګالي قامي شاعر نذر الاسلام سره پرتله کړو نو بده به نهٔ وي، خو لهٔ بده مرغه نن زمونږ پښتانهٔ د دې دومره لوے قامي شاعر د مبارزې ، ژوند او فکر نه نهٔ دي خبر، ځکه چې زمونږ نصاب کښې مونږ ته پردے تاريخ، پردۍ خبرې ښودلې کېږي.

    قاضي عبد السلام اشيزئ دا حق لري چې ټول پښتانهٔ ئې وپېژني. ـــــــــ پښتون

    هسې خو پۀ پښتونخوا او تاريخي افغانستان کښې ډېر لوے لوے شاعران او ليکوالان شته، لېکن قاضي ملا عبدالسلام اڅکزئ ځان ته يو جلا حېثيت لري. د موصوف ښېرازه شاعري هسې خو ډېر اړخونه لري خو ځنې اړخونه ئې دومره پۀ زړۀ پورې، خوندور او زړۀ راکښونکي دي چې اندازه لګول ئې هم ستونزمن کار دے.

    د نوموړي شاعري يو نوے سياسي، مزاحمتي او انقلابي رنګ لري. ټوله شاعري ئې دومره خوږه، حساسه او لۀ فکره ډکه ده چې انسان پۀ لږ وخت کښې پۀ مقصد (Aim) پوهه کولے شي. د بابا ریښتینې او مقصدي شاعري ولې رامنځ ته شوه؟ محرک ئې څۀ ؤ؟ دۀ د خپلې پاکې او معياري شاعرۍ پۀ حقله څۀ وئيلي دي؟ زۀ نن دغه سکالو د لوستونکو سره شريکوم.

    پښتنو چې کله د غازي امان الله خان پۀ قيادت کښې د خپلواکۍ او استقلال جګړه وګټله نو د خپلواکۍ څخه وروسته غازي امان الله خان پۀ عام اولس کښې ډېر محبوب شو. د اعليٰ حضرت پۀ مشرتوب کښې افغانستان د پرمختګ پۀ لوري ګړندي ګامونه اوچت کړل، پۀ ځانګړي ډول د هم دغه پرمختګ (Development) لپاره اعليٰ حضرت وغوښتل چې د اروپا او ځينو اسيائي هېوادنو دوره وکړي. امان الله خان علاقه درلوده چې د نورو ملکونو پۀ شان افغانستان هم پۀ خپلو پښو ولاړ هېواد شي. پوهاند حسن کاکړ وائي چې د اسلامي او جمهوري افغانستان د يو مستقل واکمن پۀ حېث د امان الله خان سفر ډېر ګټور ؤ (وګوړۍ ژوندۍ خاطرې کتاب مخ 24)، او بل د افغانستان پۀ معاصر تاريخ کښې امير امان الله خان لومړے باچا ؤ چې اصلاحات ئې پېل کړل، ولې د هغۀ اصلاحات د ځينو عواملو لۀ کبله د مخالفت او ناکامۍ سره مخامخ شول.

    سيد شمس الدين مجروح وائي "پۀ لمړي سر کښې د امان الله خان د اصلاحاتو څۀ مخالفت نۀ ؤ، خصوصاً امان الله خان چې د استقلال اعلان وکړ، (دے) ډېر محبوب او مقبول شخصيت ؤ. اولس دۀ ته پۀ درنه سترګه کتل. امان الله خان چې افغانستان کښې نور ډېر اصلاحات هم راوستل لېکن بيا رو رو د دۀ ځينو ريفارمونو سره مخالفت پېدا شو (ژوندۍ خاطرې، مخ 20 وګورئ). وروسته حالات دومره پۀ بده واوښتل، پټ سازشونه دومره کړکيچن شول چې ځان ته پر پښتون افغان باچهي کول ناشونې خبره شوه. د امان الله خان ترقي يافته اصلاحاتو د شا ته پاتې افغاني ټولنې سره ټکر وخوړ ـــ بيا څۀ وشول؟ د امان الله خان سلطنت پايې ته ورسېدو او سقوط ئې وکړ او بل دا حقيقت هم لۀ هېچا څخه پټ نۀ دے چې هم پۀ افغانستان او نوره متمدنه نړۍ کښې خلق باور لري چې د اعليٰ حضرت پۀ راپرزېدلو کښې د پېرنګيانو لوے لاس ؤ او خلق ئې پارولي وو.

    انګرېزانو لۀ لمړي سره د امان الله خان د عادتونو او خيالاتو سره بلد وو ځکه نو د ده پۀ باچا کېدلو خوشحاله نۀ شول. د دۀ پۀ ضد ئې رنګا رنګ پروپېګنډې پېل کړې. د بېلګي پۀ ډول چې امير د شريعت مخالفه دے يا دا چې دۀ خپل پلار حبيب الله خان وژلے دے يا (دے) پۀ تاسو کښې اروپائي خيالات رائجول غواړي او داسې نور نور (وګورئ د عبدالباري جهاني مقاله پۀ کتاب غازي امان الله خان د خپلواکۍ ستورے مخ 183-132).

    د غازي امان الله خان پۀ حقله اروښاد قاضي ملا عبدالسلام بابا ليکي:

     

    ستا قدرت د سلېمانه حاتم واخست

     

     

     

    کابل هم نۀ شي نيوے نادر بې تا

     

     

     

    وروڼو واچوئ پۀ څۀ کښې سړے وينې

     

     

     

    د يوسف مظلوم کودک غاور بې تا

     

     

     

    هغه تا نو پر يزيد خطبه وئيله

     

     

     

    خېمه ګرو به شوه د غېڼو ژر بې تا

     

     

     

    خر بچه سقه خورا پۀ زوره وائي

     

     

     

    خېژي نۀ د دې حيوانه ښکر ‌بې تا

     

     

     

    پر غازي امان الله عبدالسلامه!

     

     

     

    کتاب نۀ دے کښلے بل شاعر بې تا

     

    د شېر بهادر د ليکنې سره سم "چې کله دۀ خپله باچهي پرېښودله نو د چمن د لارې پۀ اورګاډي کښې لمړے بمبئ ته لاړو او بيا د هغه ځایه څخه اټلي ته ورسېد او د باچهۍ يا د واک واګې د بچه سقه (حبيب الله کلکاني) پۀ لاس ورغلې چې يو غل او داړه مار ؤ. بچه سقه افغانستان پۀ ځانګړي ډول پښتنو ته تاوانونه واړول. خلق ئې ووژل، خزانې چور شوې، د ښځو ناموس لېلام کړے شو، پر بشري حقوقو تېرے وشو؛ ځکه نو دغه وخت د قاضي ملا عبدالسلام د جوش او جذبې دور ؤ. ملا عبدالسلام اڅکزئ يو سوچه پښتون ، ديني عالم او د افغان ملت يو ستر خوا خوږے ؤ. هغۀ دا زغملې نۀ شوه چې د لوے افغانستان لوے مشر دې بې واکه در پۀ در شي او پۀ ځاے دې بچه سقه يا سقاو کښېني، ځکه لوے شاعر قاضي ملا عبدالسلام بابا هم پټه خولۀ پاتې نۀ شو، سمدستي ئې د "سوسن چمن" د لمړي ټوک تابيا وکړه. دۀ پۀ خپل کتاب کښې پرنګيان سخت وغندل لکه وائي:

     

    و دنيا ته خلق ټوله مخامخ دي

     

     

     

    نۀ لحاظ د خپل ايمان شته نۀ رښتيا

     

     

     

    د نفاق پوم څومره خلقو ځنې واخست

     

     

     

    د دې رنځ نۀ طبيبان شته نۀ دوا

     

     

     

    پۀ روپۍ ئې وږي سپي پۀ ځان مئين کړل

     

     

     

    نۀ پۀ زمکه دا شېطان شته نۀ بالا

     

    (سوسن چمن دوهم مخ 10)

    قاضي ملا عبدالسلام اڅکزئ د امان الله خان يو زبردست مداح او ريښتينے مئين ؤ. دۀ امان الله خان سره ځکه مينه درلوده چي امان الله خان د پېرنګيانو څخه ازادي ورته ګټلې وه او پۀ خپله قاضي صاحب پۀ خپلواکۍ باندې تر حده زيات مئين ؤ. (دے) کۀ يو طرفه د ازادۍ لپاره پۀ امان الله خان مئين ؤ نو بل طرف ته د هند د تحريک ازادي يو زورور ملګرے ؤ. پۀ دۀ باندې لوے پښتون فخرِ افغان باچا خان ډېر ګران ؤ.

    د غازي امان الله خان د هېواد څخه د وتلو صدمې او د ملت تر منځ د انتشار غم او د انګرېزانو پۀ خپل مقصد کښې د بريالتوب خواشیني زمونږ د ويښ او با ضميره عالم څخه يو انقلابي شاعر جوړ کړے حالانکې د دغه سترې پېښې څخه مخکښې ئې د شعر او شاعرۍ هېڅ تجربه نۀ لرله. د شاعرۍ پېل کولو د پاره څۀ درد يا صدمه ضروري وي لکه رحمان بابا چې وائي: "دا دستور دے چې لۀ درده ځګېروي خېژي"

    (د اروښاد دابوالخېر ځلاند ليکنه، مخ 73)

    نو د غازي امان الله خان د ملک بدرۍ او معزولۍ غم زمونږ د دغه حساس مشر د شاعرۍ پېلامه جوړه شوه. پۀ قول د ابوالخېر ځلاند صاحب (دے) وائي زۀ دا فخر هم لۀ هغه وخته راهسې د انګرېز دښمن وم چې (دے) د برصغير و پاکه خاوره ته راشوه شوے ؤ او توره پۀ څنګ ورته ګرځېدم خو د امان الله خان تګ او د افغانستان در پۀ درۍ نوره هم زما بانه راجوړه کړه لکه چې وائي:                  خان غازي سوهان سو زما د تقرري

         څومره پرېکړې د زقوم درختو رېښې ما

    هسې خو د دۀ کليه يا کلهم شاعري د غازي امان الله خان شاوخوا څرخي خو "سوسن چمن" نومي کتاب د الف څخه تر "ي" ددۀ پۀ صفت کښې ليکلے دے لکه چې وائي:

    يادګار به د غازي امان الله شي

    خدايه تۀ زما مرغلرې کړې رواج

    مخکښې مې ووئيل چې د قاضي ملا عبدالسلام (1879-1984) د شاعرۍ محرک او وجه د امان الله خان ملک بدري ثابته شوه او دا واقعه د ديارلس سوه اووۀ څلوېښت 1347)هـ/1928ز(وه. پۀ قول د ابوالخېر ځلاند صاحب قاضي بابا د اووۀ څلوېښت کلونو ؤ چې د جنوبي پښتونخوا د پېرنګيانو پۀ ملاتړ بچه سقه يا سقاو اقتدار ترلاسه کړ. دا واقعه پۀ "سوسن چمن" کښې داسې بيانوي چې زۀ نۀ پخوا شاعر وم او نۀ مې د شعر وئيلو تجربه لرله. راځئ چې دغه قیصه د دۀ څخه پۀ خپله واورو:

    پۀ زر درې سوه اووۀ څلوېښت سنه کښې

    لاړم کوټې له زهير پۀ رجب زۀ

    د کابل د انقلاب قیصه مجلس وه

    نور نا خوبه کړم دا شور و شغب زۀ

    سکښتې څۀ خښتې مې کېښودې د شعر

    پخوا نۀ وم پۀ صنعت مُجرب زۀ

    د لام نقش پۀ لومړي ماښام کښې وۀ زوو

    د تصنيف دا درته وايم سبب زۀ

    لۀ دې داسې معلومېږي چې د لومړي نظم چې "ل" رديف ؤ، د خداے تعاليٰ پۀ مياشت کښې ماښام مهال پۀ کوئټه کښې وليکل شو. بيا ليکي زما دغه کتاب پۀ يو کال کښې بشپړه شو. کۀ ئې مالک درلودۀ نو د دغه نهال ميوه قام يا ملت زرخوړله شوه، لکه چې وائي:

    نصيحت مې د باچا پۀ قیصه واغوست

    و رېښمين مخ دی د چوغې استر لا هم

    په قوت کښې د ملت د کافرانو

    کتاب وځنډېد زما هنر لا هم

    چابک لوے شو دا نهال پۀ يوۀ کال کښې

    پخاوۀ ئې کۀ خاوند وائي ثمر لا هم

    هلته ډول وهي وراباڼو کۀ ورواوښت

    د غازي امان الله نظر لا هم

    (سوسن چمن 141-142)( دابوالخېر ځلاند ليکنه، د کوږک ستوري، مخونه 86 نه 88 پورې)

    د لوستونکو څخه دې پټه نۀ وي، پۀ قول د صاحبزاده حميدالله د يوې مقالې چې ملا عبدالسلام بابا خپل لمړے شاهکار کتاب پۀ 1348 هـ/ 1929ز کښې ليکلے او پۀ لاهور کښې ئې چاپ کړے چې زیړ بادامي کاغذ ئې ؤ او سُور د ګتې جلد ئې ؤ. د "سوسن چمن" د لومړي چاپ پۀ حقله ملا صاحب ليکي:

    ديارلس سوه کړو اتۀ څلوېښت حساب ما

    مسميٰ "سوسن چمن" وکیښ کتاب ما

    بغاوت پر شريعت وژړولم

    د غازي لوے مجاهد واهۀ رباب ما

    يعني د دې مطلب دا شو هغه کتاب چې دۀ پۀ ديارلس سوه اووۀ څلوېښت کښې پېل کړے ؤ، هغه پۀ اتۀ څلوېښت کښې مکمل شو او پۀ 1933ز کښې چې ئې د 1352هـ سره سمون خوري، چاپ کړے. (وګورئ د صاحبزاده حميدالله ليکنه، کتاب د کړک کښکي، مخونه 263-264)

    د سوسن تر ضبطېدو او پېرنګي تر سوزولو وروسته ښاغلي ملا عبدالسلام دوهم کتاب "د طلب مذهب" پۀ نامه چاپ کړ. "سوسن چمن" جلد دوهم ئې بيا پۀ 1964ز کښې چاپ کړے. دا کتاب 328 مخونه لري. (وګورئ د صاحبزاده حميدالله ليکنه کتاب د کړک کښکي، مخ 266)

    دغه ډول ئې بيا "طلبِ مذهب" لومړے ټوک او دوهم ټوک هم تيار کړل چې دغه دوهم ټوک ئې ارواښاد "شهيد خان" حاجي جېلاني خان ورچاپ کړے. دغسې د دۀ يو د زرو اشعارو مجموعه چې "زردانه دُر" نومېږي، محمود خان اڅکزئ چاپ کړے چې مثنوي ده او سريزه ئې وکيل رحيم مندوخېل صاحب ليکلې ده. دغه وروستے کتاب ئې بيا ګډ وډ مسائل راخلي. دا کتاب هغه وخت ليکل شوے دے چې ناوېشلے هندوستان د پېرنګي او د مسلم ليګ ګوند پۀ سازش سره ووېشل شو. پۀ دغه وېش سره مسلمان تقسيم شو، پښتون پکښې تباه شو. پۀ دغه کتاب کښې د مسلم ليګ او پېرنګيانو غندنه شوې ده، لکه چې وائي:

    ډېره بې شماره نازولي

     

    د اسمان تر ستورو ډېرې

    خو چې څۀ هره بېوره ده

    پرنګيانو کړو نتيلي

     

    بېورې شوې دي هر چېرې

    زام د پېله د ګوره ده

    او يو ځاے مسلم ليګ ته وېنا کوي:

    پېرنګي ونيو ازاد شو

     

    کۀ وي دا مسلم ليګ وختي

    مسلم ليګ د اسې سړي دي

    راشه وروره مسلم ليګه

    مسلم ليګ بېرته برباد کړو

     

    لا به راشي ورځې سختي

    چې د غوښو مرغړي دي

    سترګې پاکې کړه لۀ رېګه

    يو ځاے د غازي امان الله خان پۀ حقله ليکي:

    چې اعليٰ حضرت غازي ولاړ

     

    طالع نه ؤ د پښتون سم

    دښمني د انګرېزانو

    چې د هر ملت دښمن دے

    پټ پۀ نکر انګرېزي ولاړ

     

    چپه ګرزېدي ګردون سم

    مونږ له ښائي عزيزانو

    هغه دغه دروغژن دے

    جناح صا حب ته وائي:

    ټوله نه دي عالمان بد

     

    څوک اوسط څوک به بهتر وي

    آخر لاړې ددې زوے شوې

    جناح کړې دے ګمان بد

     

    يو به ستورے بل به لمر وي

    په ګنده غوځي کښې لوے شوې

    کانګريس او مسلم ليګ دواړه غندي لکه چې وايي:

    که کانګريس کۀ مسلم ليګ دے

    د پرنګ د دوړو ريګ دے

    آخر کار دا ښاغلې دا شملې پېړۍ ستر انقلابي او مزاحمتي شاعر پۀ ۲۶ جنوري ۱۹۷۵ عيسوي کښې وفات شو پۀ ګور ئې نور شه. لکه چې بابا وايي:

    زما نېکي هېڅ پښتانۀ ونۀ منله

    څومره زور پۀ پښتونوالې رانه ګار شو

  • پښتون: د قامي خپلواکۍ صحيفه – حیات خان حیات

    د "پښتون" مجلې 89م کليزه پۀ لورالائي ښار کښې

    "پښتون" مجله پۀ پښتو ژبه اولنۍ مجله ده چې سږ کال ئې نهه اتیا (89) کاله پوره شول. پۀ دې سلسله کښې د لورالائي پۀ ښار کښې "پښتون: د قامي خپلواکۍ صحيفه" پۀ نامه د یوې دستورې تابیا وشوه چې د باچا خان مرکز نه ښاغلي حيات روغاني، چې د پښتون مجلې اوسنے چيف ايډيټر دے، اورنګ زېب خان او طلال بېدار اصلزي ګډون درلود.

    لۀ صوبې نه، صوبائي صدر ښاغلي اصغر خان اڅکزي، صوبائي جوائنټ سېکرټري جمال الدين رښتيا، د مرکزي کمېټۍ ممبر جاويد کاکړ او د لورالائي ضلعې د اے اېن پي ضلعي صدر بسم الله جان لوڼي سره د ټولې کابينې ګډون وکړ.

    د ګوند د ملګرو سره سره د لورالائي "پښتو ادبي ملګري" ادبي ټولنې صدر رشيد حقمل، يونس نورزئ او نورو پوهانو، اديبانو او د سياسي ګوندونو ملګرو هم پۀ پراخه توګه ګډون وکړ.

    د سټېج ذمه واري حيات خان حيات ته او د غونډې صدارت حيات روغاني صاحب ته وسپارل شو. 

    پۀ غونډه کښې د پښتون مجلې پۀ اجرا، ستونځو، او پرمختګ باندې پۀ زړۀ پورې خبرې وشوې. 

    غونډې ته پۀ خپلې صدارتي وېنا کښې ښاغلي حيات روغاني ووئيل چې دا نن دستوره د "پښتون" مجلې پۀ حواله ده او دې د پاره سرلیک "پښتون د قامي خپلواکۍ صحیفه" ټاکل د دې مجلې د تاریخي حېثیت د شعوري ادراک علامت دے. دا سرلیک چې چا هم ټاکلے دے، د پښتون مجلې د تاریخ ارزښت نه خبر دے. پښتون یواځې یوه مجله نۀ ده بلکې دا مونږ سره د فخرِ افغان باچاخان او د خدائي خدمتګارانو یو سپېځلے امانت دے. د پېرنګي پۀ دور کښې شروع شوې دا مجله د مختلفو پړاوونو، ستونزو او خنډونو نه پس تر مونږ رارسېدلې ده. د فخرِ افغان باچاخان، عبدالخالق خلیق، ناظم سرفراز خان، رهبرِ تحریک ولي خان او میر مهدي شاه مهدي نه رحمت شاه سائل پورې دا امانت د ټول تاریخي او قامي شعور سره تر مونږ را رسېدلے دے او زۀ کۀ یو خوا خپل ځان، فېصل فاران او زمونږ نورو ملګرو د پاره یو ستر ویاړ ګڼم نو د دې لویې ذمه وارۍ سر ته د رسولو احساس هم راسره مل دے.

    مونږ دلته راغلي یو چې "پښتون" د پاره یو شمېر غړیتوب وکړو او د "پښتون" پرمختګ د پاره ضروري ده چې ملګري دې لړ کښې خپل اشتراک او مرستې له تنظیمي صورت ورکړي او دې لړ کښې مونږ له لاس راکړي.

    "پښتون" د فکر، نظریې او تاریخ تشریح کوونکے او ساتندویه دے. مونږ دلته ځان سره صرف یوه دعويٰ نۀ بلکې استحقاق راوړے دے او ستاسو د فکري او قلمي مرستو هیله هم لرو. پۀ "پښتون" کښې تاسو د خپلو سیاسي، سماجي، تاریخي، علمي او ادبي لیکونو ترلارې خپلې شل پاڼې هم ډکې کړئ او مونږ سره "پښتون" تر اولسه رسولو کښې هم خپل رول ولوبوئ.

    دا سلسله مونږ لورالائي نه شروع کړه او مختلفو ځایونو کښې د ملګرو نه د داسې دستورو د تابیا هیله لرو.

    غونډې ته صوبائي صدر ښاغلي اصغر خان اڅکزي پۀ خپله وېنا کښې داسې ووئيل چې "پښتون" مجله يواځې يو ادبي يا فرهنګي مجله نۀ ده بلکې دا د پښتنو پۀ قامي تحريک کښې فعاله برخه لري، د پښتنو فکري روزنه ئې کړې او کوي ئې. دۀ پۀ خپله وېنا کښې ووئيل چې لۀ بده مرغه رياست و پښتو ژبې ته پۀ نصاب، دفتر او عدالت کښې هغه ځاے نۀ دے ورکړے کوم چې پکار ؤ، خو اے اېن پي پۀ خپل تېر حکومت کښې پښتو د نصاب برخه کړه او تر دولسم ټولګي پورې ئې پښتو د نصاب لازمي برخه وګرځوله. پښتو ژبي او ادب د پرمختګ د پاره ئې د پام وړ ګامونه واخستل او پښتانۀ اتلانو ته ئې پۀ نصاب کښې ځاے ورکړو چې پښتانۀ پۀ خپل تاريخ پوهه کړي، خو اوسنے حکومت هڅه کوي چې دا اتلان د پښتونخوا لۀ نصاب څخه وباسي. دا داسې ساده خبره نۀ ده، دوي غواړي چې پښتانۀ لۀ تاريخي شعور څخه بې برخې کړي او د څۀ ناپوهانو پۀ لاس کښې ئې لکه ګوډاګي و نڅوي.

    ښاغلي اصغر خان اڅکزي زیاته کړه چې پښتون قامي سیاست د پښتنو پۀ منځ کښې راکښلې شوې غېر فطري کرښې د منځ نه وړلو د پاره پۀ خپل تاریخي او اصولي دریځ کلک ولاړ دے او د خېبر پښتونخوا سره د فاټا انضمام نه پس به مونږ د سهیلي پښتونخوا او خېبر پښتونخوا د جغرافیائي وحدت مرحلې ته ځو. هغۀ ووئیل چې زما سر پۀ دې خبره نۀ خلاصېږي چې څوک د "چترال نه تر بولانه" د یو پښتون وطن خبره کوي، هغوي پۀ کوم دلیل د انګرېز د راکښلې کرښې وکالت کوي. مونږ د دې خاورې د اولس د ستونزو او نیمګړتیاو خبره کوو او هغوي د انګرېزانو د تاریخونو او دفعه جاتو ذکر شروع کړي. مونږ خو دې خبرې ته هم فکر وړي یو چې کۀ څوک د پښتنو د وحدت د پاره ائیني او پارلېماني لاره نۀ خپلوي نو بیا دې د خپل هدف وضاحت وکړي چې دوي خپلې دغه نعرې د پاره څۀ لاره لري؟

    ښاغلي اصغر خان اڅکزي خپلو خبرو کښې ووئیل چې کۀ یو خوا د جغرافیائي وحدت د پاره مونږ د قام پرستۍ د دعوې کوونکو مزاحمت سره مخ یو نو بل خوا د اسلام پۀ نوم سیاست کوونکي هم د دې قام د وحدت او پرمختګ دښمنۍ کښې لۀ چا وروستو نۀ دي. هغۀ پۀ پېښور کښې پۀ شپږویشتم اکتوبر روانو ضمني انتخاباتو ته پۀ اشاره کولو ووئیل چې کوم خلق د مذهب پۀ نوم زمونږ مخې ته ولاړ دي، اولس د هغوي پۀ سیاست پوهه شوي دي. پېښور کښې د جمعیت علماء اسلام فضل الرحمان ډله د مسلم لیګ نون سره د کوم اسلام د پاره اتحاد کوي او هم د دغه جمعیت سمیع الحق ډله د پي ټي اٰئي سره د کوم اسلام د پاره اتحاد کوي؟ دوي خپلو کښې ولې یو نۀ شول؟ دا ځکه یو نۀ شول چې د دوي اسلام سره هېڅ کار نشته ـــ د دوي کار اقتدار او حکومت سره دے ـــ کۀ خپلو کښې یو کېدلو سره اقتدار ته رسد اسان شي نو خپلو کښې به یو شي خو صرف د اقتدار د مودې پورې او دې نه پس به ئې بیا یو بل پسې فتوې راخستې وي.

    ښاغلي اصغر خان اڅکزي د خپلو خبرو پایله کښې ووئیل چې قامي کارکنان دې پۀ خپل سیاست او خپلو مشرانو باوري وي او دا ځکه چې زمونږ سیاست د دې خاورې د حقونو او د دې قام د پرمختګ او ترقۍ پۀ بنیاد دے. هغۀ زیاته کړه چې د "پښتون" مجلې کوم همکاران د حیات روغاني سره دلته راغلي دي، د هغوي مننه کوم چې دا تاریخي سفر ئې وکړو ـــ دوي چې "پښتون د پاره د غړیتوب کومه سلسله روانه کړې ده نو مونږ ورسره ژمنه کوو چې مونږ به د دوه زره نه تر درې زره پورې دا رسالې دلته راغواړو. ښاغلي اصغر خان اڅکزي د دې ویاړمنې دستورې پۀ تابیا حیات خان حیات او د عوامي نېشنل پارټۍ د ضلعي تنظیم سره سره د ګډون کوونکو مننه هم وکړه.

    جمال الدين رښتيا، صوبائي جوائنټ سېکرټري پۀ خپله وېنا کښې ووئيل چې "پښتون" مجله فخر افغان بابا پۀ ډېرو سختو حالاتو کښې د پښتنو د قامي بېداري د پاره خپره کړه او د هغه وخت عالمانو او پوهانو پکښې ليکل کول. نن هم دا مجله زمونږ د قامي تحریک یو اواز دے.

    بسم الله جان لوڼي خپله وېنا کښې د کوربه پۀ حېث و راغلو مېلمنوته ښۀ راغلاست ووئيل او پۀ ځانګړې توګه ئې د حيات روغاني صاحب او حيات خان حيات مننه وکړه چې دوي د "پښتون" رسالې د لا پرمختګ د پاره دا زيار کړے. دۀ ووئيل چې د پښتنو ادبي، علمي او سياسي سنګرونه بايد چې داسي اباد وساتل شي. 

    پۀ غونډه کښې يونس نورزئ د "پښتون" مجلې پۀ تاريخ د باچا خان بابا د ژوند ليک پۀ رڼا کښې خبره وکړه. دۀ د مجلې پۀ ارزښت او د خپلواکۍ پۀ ملي غورځنګ کښې د پښتنو د قامي شعور، ملي پاڅون پۀ حقله د مجلې پۀ رول پۀ زړۀ پورې خبرې وکړې.

    د غونډې پۀ پاي کښې حيات خان حيات و صوبائي صدر ته دا وړانديز وکړ چې د هري ضلعې صدر او ضلعي صدور دي يونټان د دې پابنده کړي چې دوی دي "پښتون" مجله اخلي، لوستل دې کوي او بيا دي پۀ خپلو کښې پۀ دې بحث مباحثه کوي چې پۀ مطالب ئې ښه ځان پوه کړي.

    غونډي او صوبائي صدر د دې وړانديز تائيد وکړ.

    د غونډې پایله کښې د اېمل ولي خان لۀ خوا د دې کلیزې تابیا کوونکو د پاره مننلیک د صوبائي صدر اصغر خان اڅکزي پۀ لاس حیات خان حیات ناصر ته وسپارلے شو.

  • پۀ خبر زما نظر – لیاقت سیماب

    پۀ خبر زما نظر – لیاقت سیماب

    قائد اعظم يونيورسټۍ کښې اړے ګړے،

    يوه الميه

    د اکتوبر پۀ درې ویشتمه نېټه اسلام اباد پولس پۀ قائد اعظم پوهنتون چپاو وکړو او پۀ درځنونو محصلين ئې ونيول چې د پوهنتون د انتظاميې خلاف ئې مظاهره کوله يا پۀ هاسټلو کښې پۀ قلاره پراتۀ وو. د مۍ مياشت کښې د دوه تنظيمونو يعني د بلوچو او سندهيانو محصلينو مابېن کښې د پوهنتون پۀ احاطه کښې يوه نښته شوې وه چې پۀ نتيجه کښې ئې ګڼ شمېر محصلين ژوبل شوي وو. د پوهنتون انتظاميې دې پېښه کښې ککړ طالب علمان د سزا پۀ توګه د پوهنتون نه خارج کړل. دغه صورتحال يو نوے رخ واخستلو او يو بله مسئله راولاړه شوه. د طالب علمانو لۀ خوا دغه طالب علمانو پۀ ځاے کولو د پاره مبارزه پېل شوه. دې سره سره نورې مطالبې هم مخې ته راغلې چې تعلق ئې مالياتو سره هم ؤ. پوهنتون پۀ يوه يا بله بهانه فيسونو کښې هم زياتوالے راوستے ؤ. اخر دغه مطالبو زور ونيولو او د پوهنتون ټولو طالب علمانو پۀ شريکه مبارزه شروع کړه. د کلاسونو نه بائيکاټ روان شو، ولې انتظاميه ناکامه ښکارېده. د بده مرغه د قائد اعظم پوهنتو وائس چانسلر يو داسې اردو ژبے مقرر کړے شوے دے چې د عمر زياته برخه ئې پۀ امريکه کښې ويستې ده او پۀ مبينه توګه دے د امريکې نه صدر محترم ممنون حسېن راغوښتے او لګولے دے. خبرونو کښې دا هم راغلي دي چې هائير اېجوکېشن کمېشن هم دۀ سره پوره پوره مګرتيا نۀ صرف اعلان کړه بلکې د مظاهرو پۀ دوران کښې د اېچ اي سي چئيرمېن پۀ خپله پوهنتون ته راغے او د طالب علمانو د ځينې مطالبو پوره کولو د پاره ئې د څلور کروړه روپیو د سمدستي مرستې ژمنه هم وکړه. خو دې کوشش هم رنګ رانۀ وړو. د طالب علمانو لۀ خوا ديارلس مطالبو کښې يوولس مطالبې ومنلې شوې، ولې د خارج شوو طالبعلمانو د مسئلې تعلق چونکې د پوهنتون د سنډيکېټ سره دے نو دا مطالبه د دې کرښو تر ليکلو لا نۀ ده منلې شوې. د دې کرښو تر ليکلو بلوچ طالب علمان کلاسونو کښي حاضر شوي نۀ دي ځکه چې د دوي ملګري د پوهنتون نه خارج شوي دي. کۀ چرې د پوهنتون انتظاميه خپلو ذمه واریو پوره کولو کښې پاتې راغله او دلته اړے ګړے روان وي نو دا به يو لويه الميه وي چې ذمه وار به ئې د نورو سره سره د پوهنتون چانسلر يعني د پاکستان صدر هم وي.

    ډرون حملې او د کرم اېجنسۍ د

    کنېډا د بونګه کورنۍ د ترهګرو نه ازادول

    ډرون حملو نه مخکښې کرم اېجنسۍ کښې د پاکستان پوځ د کاروايۍ پۀ نتيجه کښې د کنېډې يوه بونګه شوې جوړه د ترهګرو د بند نه ازاده شوه. وئېلے شي چې پينځۀ کاله اګاهو د کنېډې ښځه خاوند هغه وخت د طالبانو د غورځنګ د ځنې کسانو لۀ خوا تښتولے شوي وو څۀ وخت چې دوي د افغانستان سېل کولو. د طالبانو کوم ګروپ چې دا کورنۍ پۀ بند کښې ساتلې وه، د دې ګروپ تعلق د حقاني ډلې سره دے. د حکومت د وېنا مطابق د دې کورنۍ کرم اېجنسۍ کښې د موجودګۍ اطلاع د امريکې حکومتي ادارې پاکستان ته ورکړې وه. د پاکستان حکومت پۀ دې دريځ ټينګ ولاړ دے چې دغه تښتولې شوې کورنۍ اوس اوس پاکستان ته را اړولې شوې وه. ولې بل اړخ ته د امريکې د دفاع وزير دا دعويٰ کړې ده چې دا کورنۍ د شروع نه پاکستان کښې د حقاني ډلې پۀ ولقه کښې وه. د دې دواړو دعوو پۀ حقله عام خلق دا پوښتنه کولې شي چې کۀ چرې دا بونګه شوي کسان د دومره اوږدې مودې راهسې پاکستان کښې وو او امريکې ته دا علم ؤ نو دوي ولې د پاکستان حکومت مخکښې نۀ خبرولو؟ او کۀ چرې دا کورنۍ اوس اوس پاکستان ته راړولې شوې ده نو اخر اغوا کارو يا بونګه کوونکو ته د دې څۀ ضرورت ؤ چې بونګه شوې کورنۍ ئې هغه سيمې ته رامنتقل کوله چرته چې د “ردالفساد” پۀ نامه د ترهګرو خلاف فوجي کاروائي روانه ده او افغانستان کښې د ځنې خلقو پۀ خيال د ترهګرو د پاره محفوظ ځايونه موجود دي. او ځنې حلقې خو دا دعويٰ کوي چې د افغانستان پۀ ډېرو سيمو کښې د طالبانو واکمني ده!!! د دې پوښتنو ځواب د ازادې شوې کورنۍ مېرمن کټين کولمين د کنېډا يو اخبار “ټورنيسټو سټار” سره يوه مرکه کښې ورکړے دے. مېرمن کولمين وائي چې د امريکې او پاکستان دواړو دعوې صحيح نۀ دي. مونږ د يو کال راهسې پاکستان کښې د ترهګرو پۀ قېد کښې وو.دلته دا خبره هم د اهميت وړ ده چې د کرم اېجنسۍ د ذکر شوې فوجي کاروايۍ نه مخکښې د پاکستان د زمکني پوځونو سر لښکر د افغانستان سفر کړے ؤ. هلته ئې د افغانستان د واکمنو سره کامياب مذاکرات کړي وو. اکثر سياسي ناظران د پاکستان د فوج د سرلښکر د کابل دوره ګټوره ګرځوي او کوم عمليات چې د پاکستان او افغانستان پۀ پوله کېږي، دا د دې دورې نتيجه ګڼي. د دغه عملياتو سره سره پۀ مسقط کښې د پاکستان، افغانستان، چين او امريکې د نمائنده ګانو هغه مذاکرات هم روان وي چې د افغانستان د حالاتو او طالبانو سره خبرو اترو ته لاره هوارېدو د پاره کېږي. دا تاثر هم موجود دے چې د پکتيا عمليات دغه مذاکرات بې اثره کولو د پاره د يو سازش برخه ده خو بل خوا دا تاثر دے چې دا پۀ طالبانو دباو دے چې خبرو ته کښېني. بهر حال د افغانستان حالاتو او ورسره ورسره د سيمې صورتحال زيات کړکیچن شوي دے.

    د بد عنوانۍ مخنيوےا و د نېب کردار

    د عوامي نېشنل پارټۍ صدر او ملي مشر اسفنديار ولي خان پېښور سره نزدې يوې اولسي جلسې ته د تقرير کولو پۀ وخت د احتساب قومي ادارې باندې زور راوړے دے چې پانامه کښې د اٰف شور کمپنيو معامله کښې صرف ميا نواز شريف نۀ دے ککړ، بلکې نور هم داسې ډېر پاکستاني سرمايه دار شته چې داسې کمپنۍ ئې جوړې کړې دي ـــ پکار دي چې د دوي خلاف هم نېب قدم پورته کړي. دا وخت مونږ ګورو چې د ملک فعال سياستدانان د NAB پۀ نظر کښې دي. د نواز شريف خاندان او د دې خاندان خپلوان راګېر کړے شوي دي. دغه شان د پاکستان پيپلز پارټۍ ځنې ليډران هم NAB رانيولي دي. کۀ چرې د دوي خلاف د غلا غولتۍ ثبوتونه نۀ وي نو دا د NAB يو ډېر ښۀ قدم دے، ولې پۀ نورو بدعنوانه خلقو سترګې پټولو سره د NAB شهرت ته نقصان رسېدے شي. ضرورت د دې خبرې دے چې NAB خپله د کار دائره وغزوي او هغه ټول خلق پۀ نظر کښې وساتلے شي پۀ چا چې د څۀ قسمه مالي بد ديانتۍ شک کېدے شي. دې شکمنو کسانو کښې صرف سياستدانان نۀ دي شامل بلکې حکومتي افسران پۀ زيات تعداد کښې مالي بدعنواني کولې شي. دغه شان ډېر داسې تاجران او صنعتکار موجود دي چې پۀ مختلفو طريقو ملکي خزانې ته نقصان رسوي. دې لړ کښې د ټولو نه اسانه طريقه دا ده چې د هر چا امدن او د هغۀ اثاثې دې پۀ نظر کښې وساتلې شي. کۀ چرې د چا اثاثې د قانوني امدن نه زياتې وي نو د داسې کس خلاف تحقيقات کول پکار دي خو دې لړ کښې د انساني حقونو او د هر چا د عزت خيال ساتل ضروري دي. پۀ جائز هغې تور نۀ دي پورې کول پکار تر څو چې د هغۀ خلاف څۀ کوټلے ثبوت نۀ وي. د حکومت هم دا ذمه واري ده چې د بدعنوانۍ د مخنيوي پۀ لړ کښې ادارو ته پوره پوره اسانتيا ګانې ورکړي ځکه چې ملکي خزانه او اثاثې واکمنو سره قومي امانت دے، دې امانت کښې کۀ هر څوک خيانت کوي نو د دې ذمه وار د واک خاوندان دي.

    پېښور کښې د ټرانسپورټ کۀ د ټرېفک مسئله

    د پښتونخوا حکومت پېښور کښې د عامو خلقو د تګ راتګ د يو نوي نظام متعارف کولو باندې کار پېل کړو. پېښور کښې به د څوکنو نه تر حيات اباد پورې د خصوصي بسونو چلولو د پاره يوه نوې ليکه جوړولې شي. د دې ليکې اوږدوالے شپږویشت (26) کلوميټره دے. د پنډۍ، اسلام اباد ترمنځه هم دا نظام موجود دے او ملتان کښې هم پۀ دې کار روان دے. د تحريک انصاف مشر شدومد سره د دې نظام مخالفت کولو کښې شپه او ورځ يوه کړې وه، بلکې دومره انتها ته رسېدلے ؤ چې وئیل به ئې چې د سړکونو اوس ترقۍ کښې هېڅ کردار نشته. دا يوه داسې خبره ده چې بنده ورته د حماقت نه بغېر بل څۀ نۀ شي وئېلے ځکه چې چرته سړک نۀ وي هلته ترقي څۀ چې تهذيب او تمدن نۀ وي. سړکونه چې څومره جوړېږي يا څومره ښۀ کېږي، دې سره د ترقۍ رفتار توندېږي. اوس چې خېبر پښتونخوا کښې واکمن ګوند هم دغسې یوه منصوبه شروع کړه نو عمران خان د خپل تنقید نه حسبِ روایت یوټرن واخست.

    ولې د واکمن ګوند لۀ خوا د پېښور د رېپډ بس ټرانزټ نظام جاج اخستل ضروري دي. شپږویشت کلوميټره اوږد دې سړک باندې به اتۀ څلوېښت (48) اربه روپۍ لګښت راځي. دې رقم کښې (41) اربه روپۍ د اېشيائي ترقياتي بېنک قرضه شامله ده اوصرف اووۀ (7) اربه روپۍ به د صوبائي خزانې نه لګولې شي. د ترقياتي کارونو د پاره د مالياتي ادارو نه قرضه اخستل یو جواز لري خو دا کتل پکار دي چې دا سرمايه کاري ده او کۀ نه دا رقم څۀ بل مد کښې لګي. ظاهره ده چې د رېپډ بس ټرانزټ منصوبه څۀ ترقياتي منصوبه نۀ ده، يعني د دې تعلق د اقتصادي ترقۍ سره نۀ دے بلکې دا د اولسي خېر ښېګړې Social Uplift يوه منصوبه ده. دې منصوبې د پاره د يوې بېن المللي مالياتي ادارې نه دومره غټه قرضه اخستل مناسب کار دے او کۀ نۀ دے؟ اٰيا د دې منظوري د اسمبلۍ نه اخستې شوې ده او کۀ نۀ؟ د دې رقم واپسي به څنګه کېږي؟ د دې قرضې د سود شرح څۀ ده؟ ځکه چې اېشيائي ترقياتي بېنک کله هم پۀ اسانو شرطونو او کمه شرحِ سُود قرضه نۀ ورکوي. بله خبره دا ده چې پۀ دې منصوبه څومره خرڅ کېږي د دې فائده به دومره وي او کۀ نه؟ مطلب دا چې پۀ اٰوټ پُټ او اِن پُټ کښې څۀ توازن دے؟ دې لړ کښې يوه د افسوس خبره دا ده چې زمونږ خلق د اوږدو بسونو پۀ ځاے پۀ وړو ګاډو کښې سفر کولو ته همېشه ترجيح ورکوي. دې نظام کښې به اوږدۀ بسونه چلېږي. بله دا چې هر کس زر تر زره ځان منزل ته رسول غواړي. دې نظام کښې شپږ ويشت ميله لار کښې یو دېرش 31 سټېشنونه تجويز شوي دي. کۀ چرې هر يو بس پۀ هر سټېشن يو منټ هم ودرېږي نو د هر مسافر 31 منټه به دې کښې ضائع کېږي. زما پۀ خيال زيات خلق پۀ دې بسونو کښې ځکه سفر ته ترجيح نۀ ورکوي چې دې کښې سټاپونه زيات دي. کۀ چرې سټاپونو او سټېشنونو کښې کمے راشي نو بيا امکان لري چې دا نظام کاميابې ومومي. بله اهمه خبره دا ده چې پېښور ښار کښې د ټرانسپورټ دومره مسئله نشته، دلته د ټرېفک مسئله زياته ده. بايد چې دې طرف ته پام لرنه شوې وه. ضرورت د دې خبرې دے چې د پېښور رِنګ روډ زر مکمل کړے شي او د ناګمان نه تر حيات اباد يو بل سړک جوړ شي. دغه شان کوهاټ روډ د حيات اباد سره د يو نوي سړک پۀ ذريعه وتړلے شي. خېبر روډ د پوځ نه ازاد کړے شي او دا روډ پلن کړے شي يا د دې د پاسه بل سړک جوړ کړے شي. د ټرانسپورټ د مسئلو د حل پۀ مقابله کښې د ټرېفک مسئلې هوارولو ته زياته توجو ورکول پکار دي.

    دا خبره د پام وړ ده چې موجوده حکومت پۀ تلو تلو کښې صوبه د داخلي او خارجي قرضو د یو داسې دروند پیټي د لاندې پرېږدي چې کۀ دلته راتلونکے سرکار هر ګوند جوړوي، د قرضو دا پېټے به ئې پۀ ترقیاتي منصوبو اثر انداز کېږي.

  • میډیا : فاټا اصلاحات او اسلام اباد رېلي – نهار خان تنګيوال

    میډیا : فاټا اصلاحات او اسلام اباد رېلي – نهار خان تنګيوال

    فاټا سیاسي اتحاد د خپلو درېو مطالبو نۀ منلو پۀ صورت کښې پۀ نهم اکتوبر اسلام اباد کښې د لاریون اعلان کړے ؤ او د پښتنو حقیقي مشري کوونکي ګوند عوامي نېشنل پارټۍ دغه لاریون کښې د شرکت لوظ کړے ؤ. حکومت غلے پاتې شو او فاټا اتحاد د اعلان پۀ رڼا کښې دې لاریون د پاره راووتلو.

    د عوامي نېشنل پارټۍ مرکزي او صوبائي قیادت سره د سنېټ غړي هم د فاټا اولس او پارلېماني مشرانو سره اسلام اباد ته روان شول. اسلام اباد رېلي وشوه. د اسلام اباد پولس تشدد هم وکړو. د عوامي نېشنل پارټۍ ښځینه غړې هم د دې تشدد پۀ ضد کښې راغلې چې د اسلامي جمهوریه پاکستان دننه د سیاسي تاریخ یو بل تور باب دے.

    فاټا اصلاحات کښې د فاټا اولس د پاره پېښور هائيکورټ ته رسائي غوښتلې شوې او ورکړې شوې هم ده خو اوس چې کله مرکز د ځینې قوتونو پۀ خولۀ، یاده دې وي چې دغه قوتونه خپله مخې ته نۀ راځي، پېښور هائیکورټ ته د رسایۍ پۀ ځاے د اسلام اباد هائیکورټ ټپې وائي، کله د یو نوي چیف د تقررۍ خبرې کوي او کله نورې نورې چاربېتې وائي ـــ

    دې ټول تناظر کښې دا ضرور وه چې د پښتنو قیادت کوونکي خپل غږ پۀ زیات زورور انداز کښې د واکمنو او فېصله ساز قوتونو مخې ته ورسوي.

    خو لکه څنګه چې کېږي، دې رېلي ته “ازادې” میډیا دومره هم اهمیت ورنۀ کړو، څومره چې ئې د عمران خان ناروغه “سپي صاحب” ته ورکړے ؤ، څومره چې ئې پۀ لسم اکتوبر مړي شوي سندرغاړي جګجیت سنګهـ تلین او د هندي اداکارې رېکها 63مې کلیزې ته ورکړے ؤ. دا خو “ښه” ده چې دې نه خبر نۀ وو چې پۀ دغه ورځ د بدر منیر تلین هم ؤ.

    د اسلامي جمهوریه پاکستان میډیا د خپلې ازادۍ د ټولو دعوو باوجود کله هم پۀ ایشوز خبره نۀ کوي، شوشې راخلي او د خبرو کوونکو ژبې او د اورېدونکو غوږونه پرې شوړه کوي. تړکېدار خبرونه، ټنګېدلې تبصرې، سنسني خېز برېکنګ نیوز.

    اولسونه دې خبر وي چې د ریاست دا مهمه ستن “میډیا” هم د ذهنونو تقسیمولو او اصل ایشوز نه اړولو کښې خپل کردار پۀ پوره دیانت سره ادا کوي.

    د ادارو کارکردګي او د دوي تر منځه خپل روان بحران او پۀ یو بل الزامونه هم پۀ تماشې د پاسه تماشه ده. سپریم کورټ تور لګوي چې بله اداره مرسته نۀ کوي، نېب وائي بله اداره، پولس وائي بله اداره، رېنجرز خو وزیر داخله ته لاره نیسي ـــ یعني کۀ د یوې ادارې د لاسه د بلې ادارې د هېراسمنټ قیصې راټولې شي نو د “ترانا” هېشټېګ MeToo به ترې جوړ شي ـــ او د ادارو غوږونه دې کاڼۀ وي، هسې نۀ چې خپل نیمګړے حال پۀ یوه ساه پۀ وړاندې راوړلو #MeToo کلب کښې شامل شي. اوس دا خبره کولو باندې شونډې او ژبې سوزي چې د دې هېشټېګ پۀ شا د ولاړ هاروے وېنسټېن نامه به څوک واخلي.

    فاټا اصلاحات د پاره اسلام اباد کښې شوې رېلي کښې د فاټا منتخبو د مرکزي اسمبلۍ غړو او سنېټرانو سره د فاټا اولس هم راغلي وو. د څومره جذبې او قامي درد دعويٰ چې د اېف سي اٰر او شوکېدلې جغرافیې نه د فاټا یو با احساسه او با شعوره انسان کوي، هم دغومره جذبې او درد سره عوامي نېشنل پارټۍ پۀ دې رېلي کښې ګډون کړے. د حاجي غلام احمد بلور، میا افتخار حسېن، بي بي ارم فاطمه، مادام بشريٰ ګوهر، شاهي سېد، مادام شازیه اورنګزېب، مادام جمیله ګیلاني، امیر حېدر خان هوتي، بي بي ستاره ایاز، نثار خان مومند، اېمل ولي خان، سنګین خان، محسن داوړ او شګفته ملک سره سرخپوش زلمي او پېغلې پۀ دې رېلي کښې پۀ وړومبي صف کښې ولاړ وو ـــ خو میډیا د پاره د عمران د سپي ناروغتیا، د جګجیت سنګهـ تلین او د رېکها درې شپېتمه کلیزه د دغه رېلي نه زیاته ضروري وه. څوک دا هم وئیلے شي چې میډیا د پاره پۀ مجموعي طور د فاټا اصلاحات څۀ توده ایشو نۀ ده ـــ کۀ داسې وه نو بیا پېښور کښې د فاټا ادغام پۀ ضد د مولانا فضل الرحمان یوتهـ کانفرنس کښې د فاټا پۀ ضد د هغۀ د پراپېګنډې هر لفظ ته ولې کېمرې سترګې له رپ نۀ ورکړے کېدو؟؟؟

    د فاټا اولس دې پۀ دې خبر وي چې د دوي د مسئلو د حل کولو د پاره به هر څوک چغې ووهي، خو پۀ سُور نمر به ورسره د باچاخان او ولي خان د قافلې سرۀ لېوني ولاړ وي.

     

    #ابابيل

    چې کله د اېم اېم اے پۀ نوم د مذهبي جماعتونو اتحاد جوړ شو چې پکښې جمعيت علماء اسلام (ف)، جمعيت علماء اسلام (س) ]چې وسله وال طالبان خپل روحاني بچي بولي[ او جماعت اسلامي (چې دوسله وال طالبانو مړ شوے سپے هم شهيد ګرځوي)، سرفهرست دي ـــ دغه شان د “پېټرياټ” پۀ نوم د پاکستان پيپلز پارټۍ او مسلم ليګ (ق) چې د (ق) او پېټرياټ اکثريت اوس د عمران خان (او تهرډ امپائر) پۀ تحريک انصاف کښې دے ـــ پخوانے جيالا او د اوسني وخت  د “قامي وطن پارټۍ” مشر رېټائرډ مېجر افتاب احمد خان شېرپاو او ورسره د نورو عارضي سياسي ګوندونو لکه جمعيت علماء اسلام (ف)،ج معيت علماء اسلام (س) ،جماعت اسلامي، پاکستان پيپلزپارټۍ او مسلم ليګ (ق) پۀ مرسته د هغه وخت چېف اٰف ارمي سټاف جنرل پروېز مشرف امريکې ته د امداد پۀ بدل کښې د هغه وخت امريکائي صدر جارج بش پۀ وېنا ته هوائي اډې، د کراچۍ ګودۍ نه تر افغانستان پورې د ناټو سپلائۍ لپاره زمکنۍ لارې او د پاکستان د حدود دننه ترهګر هدف کولو د پاره د ډرون حملو اجازت ورکړو نو يوه خاموشي خوره وه او ذکر شوي ګوندونه سره د خپلو ايمانونو د بوټانو پۀ زور بړستنو ته ننوتلي وو.

    د يو رپورټ تر مخه د 2004ز نه تر ستمبر 2017ز پورې د پاکستان دننه امرېکې د څلور سوو نه سېوا بريدونه کړي دي چې پکښې د دوه نيم زرو نه سېوا وسله وال پۀ نخښه کړے شوي دي. پۀ دې دوه نيم زرو کښې د وسله والو د بېلا بېلو ډلو مهم کمانډران هم شامل دي چې د ملګري ملتونو لۀ خوا ترهګر ګرځولے شوي وو. پۀ نړيوال کچ د ترهګرۍ پۀ يو شمېر پېښو کښې ککړ وو او پۀ سرونو ئې انعامونه لګېدلي وو.

    د پروېز مشرف د صدارت ختمېدو سره د ذکر شوو ګوندونو د چارواکو ايمانونو بيا غورځنګ وواهۀ، څۀ د خپلو ګوندونو او څۀ د تحريک انصاف د چترۍ لاندې راټول شول او د ډرون حملو او ناټو سپلائۍ پر ضد ئې (خصوصاً پۀ خېبر پښتنونخوا) کښې مهم شروع کړو. ياده دې وي چې دا مهم دې خلقو 2013ز کښې پېل کړے ؤ چې تر دغه وخته د جنرل مشرف پۀ لاس شوې 2002ز کښې شوې معاهده سر ته رسېدلې وه او د دې ګوندونو بېلا بېلو جهنډو سره لاريونونه او احتجاجونه د سياسي سکورنګ نه پرته نور هيڅ نۀ وو.

    هم دا اوس تېره مياشت د پېښور اٰرمي پبلک سکول او باچا خان پوهنتون چارسدې قاتل او د پاکستان تحريک طالبان ډلې جماعت الاحرار مشر عمر خالد خراساني چې پۀ عمر نرے او عبدالولي نوم ئې هم پېژندګلو لرله،د ډېورنډ پولې سره نزدې د ډرون د ابابيل ښکار شو. تر دې دمه د ډرون پۀ حملو کښې چې څومره مرګونه او ژوبلې ترهګرو ته اورېدلې دي، پۀ لوے نه لوے اپرېشن کښې نۀ دي شوې.

    د اٰرمي پبلک سکول او باچا خان پوهنتون د شهيدانو روحونو او  د هغوي وارثانو باندې د ابابيل زېرے!!!

  • مياشت پۀ ورځپاڼو کښې – رحمت شاه قریشی

    مياشت پۀ ورځپاڼو کښې – رحمت شاه قریشی

    وړومبے اکتوبر:

    د فاټا د سیاسي مشرانو اعلان: کۀ صوبائي اسمبلۍ کښې نمائندګي، سپریم کورټ او )پېښور( هائیکورټ ته رسائي او اېن اېف سي اېوارډ کښې برخه رانۀ کړې شوه نو پۀ نهم اکتوبر به اسلام اباد نیسو ـــ

    د پوځي ځواکونو عمليات، د تباهۍ منصوبې ناکامه، پینځۀ ترهګر مړۀ، اوویشت ګرفتار ـــ نوې امریکائي پالیسي پاکستان زورلو د پاره نۀ ده، نېټو ـــ د خېبر پښتونخوا د صوبائي حکومت لۀ خواپۀ پېسکو د يو نيم ارب روپو د قرضې دعويٰ، نېپرا د يو کلو واټ بجلۍ قيمت 4.018 روپۍ مقرر کړے ؤ، پېسکو ئې پۀ یوه روپۍ اخلي ـــ پۀ ننګرهار کښې هوائي برید، دوویشت داعشیان سره د اووۀ پاکستانیانو ووژلے شول ـــ پېښور کښې د ډینګي لۀ وجې دوه زنانه پۀ حق رسېدلې دي، د مړو تنانو شمېره څلوېښت ته رسېدلې ده، څلیریشت ګېنټو کښې 249 تنو کښې د ډينګي وائرس تصديق، دوه اتیا هسپتالونو کښې داخل ـــ د اپوزيشن ليډر بدلون، تحريک انصاف يو بل چېلج سره مخامخ. د درې شپېتۀ تنانو حمايت پکار دے، خپل او د اېم کيو اېم کارکنان به هم رضا کول غواړي ـــ ډېډ لائن ختم، عمران خان، اسحاق ډار، خورشيد شاه او د درې وزيرانو سره 653 د سېنټ غړو خپلې ګوشوارې  او د خپلو اثاثو تفصيل الېکشن کمېشن کښې نۀ دي جمع کړې، اخرۍ نېټه  دېرشم ستمبر وه ـــ د سياسي جماتونو لۀ خواپۀ اېن اے 4 کښې د انتخابي مهم د تېزولو فېصله ـــ پۀ بډهـ بېره او خزانه کښې د پوليسو او پوځي ځواکونو عمليات، اووۀ شپېتۀ تنان د شک پۀ بنياد ګرفتار کړے شوي دي، څلور سوه نه د زياتو کورونو او پلازو تلاشي هم اخستې شوې ده.

    دوېم کتوبر:

    پۀ لاس وېګاس کښې د موسيقۍ پۀ بنډار ډزې، اتۀ پنځوس مړۀ، 515 ژوبل، داعش د حملې ذمه داري قبوله کړې ده، دا حمله د امريکې تر ټولو بده پېښه ګڼلې شوې ده ـــ د نا اهلۍ موده پینځۀ کاله مقرر، نا اهل شوے تن به د ګوند د مشر جوړېدو جوګه وي، نوے قانون منظور، مرکزي اسمبلۍ پۀ متفه توګه پۀ انتخابي اصلاحاتو کښې د بل منظوري ورکړه ـــ چارسده: سکه پلار خپل د شپږو مياشو زوے د ژړلو پۀ سزا قتل کړو، د شپږ کلن ماشوم مور پوليس سټېشن کښې ايف ائي ار جمع کړے، ملزم ګرفتار.

    درېم اکتوبر:

    د ججانو او جرنېلانو احتساب د پاره دائر درخواست باندې د سپریم کورټ اعتراض ـــ د اٰرمي چیف جنرل باجوه اولسمشر اشرف غني سره کابل کښې ملاقات ـــ ملم جبه خوړ پټي کښې د امن کمېټۍ د غړي پلار پۀ چاودنه کښې ووژلے شو ـــ د اے اېن پي 2018ز انتخاباتو د پاره د څۀ سیټونو اعلان: ملي مشر اېن اے 7 چارسده، حاجي غلام احمد بلور اېن اے 1 پېښور، امیر حېدر خان هوتي اېن اے 9 مردان، محمد سلیم خان اېن اے 30 سوات، نثار خان مومند اېن اے 36 مومند، ګل افضل خان اېن اے 44 باجوړ، میا افتخار حسېن پي کے 12 نوښار، شاهد خټک پي کے 13 نوښار، خلیل عباس خټک پي کے 15 نوښار، حېدر خان هوتي پي کے 23 مردان، علي خان پي کے 24 مردان، افتخار علي عباسي پي کے 49 هري پور، شوکت مشواڼي پي کے 52 هري پور، محمد ریاض پي کے 59 بټګرام، محمد ارشد خان پي کے 60 بټګرام، محمد افتاب حېدر پي کے 68 ډېرو، وقار احمد خان پي کے 82 سوات، رحمت علي خان پي کے 83 سوات، محمد ایوب خان اشاړے پي کے 84 سوات ـــ  نواز شريف بیا د پاکستان مسلم ليګ نون مشر ټاکلو د پاره بل منظور ـــ د ډینګي وائرس لۀ امله د پېښور يو بل تن هم مړ شو، شمېر 42 شو ـــ د اېن اے 4 اميدوارانو ته به نن انتخابي نخښې ورکولې کېږي، پۀ 26 نومبر به د عوامي نېشنل ګوند، پي ټي اٰئي، جماعت اسلامي او نون ليګ د اميدوارانو ترمنځه مقابله وي ـــ ټماټر کلو پۀ 200 روپۍ، اولس د سختو ستونزو او  حېرانتيا سره مخ ـــ کابل کښې پوځي چوڼۍ برید، شل تنان ورک ـــ احتساب عدالت ته د داخله چارو وزیر احسن اقبال ننوتلو نه رېنجرز منع کړو ـــ

    څلورم اکتوبر:

    پۀ خېبر اېجنسۍ کښې د سکولونو بندوالے، سلګونه ماشومانې د تعليم نه محرومه، پائندي للمه پرائمري سکول چې 300 نه زياتو ماشومانو پکښې سبق وئېلو، اوس بند کړے شوے دے ـــ افغانستان کښې د هند کردار قبول نۀ دے، پوځ ـــ عمران جمائمه نه اخستے پور نۀ دے ښکاره کړے، سپریم کورټ ـــ قومي اسمبلۍ کښې ائیني ترمیمي بل وړاندې کړے شو چې اقلیتي نشستونه زیات کړے شي.

    پنځم اکتوبر:

    د عوامي نېشنل پارټۍ ستر سېکتر ميا افتخار حسېن ته د سينې درد، د ډاکټرانو لۀ خوا د ارام کولو ښونه ـــ د تعليم نوې پالېسو د ځوانانو پۀ اميدونو اوبۀ واړولې، د بونېر پرېس کلب مخې ته ډګري هولډز احتجاج، پۀ سلګونو ځوانان سره د ډګريو بې روزګاره ګرځي، زدکړیال ـــ د ډینګي لۀ وجې يو بل مشر تن مړ، مړي درې څلوېښت شول

    شپږم اکتوبر:

    فاټا ادغام، قبائیلي غړو د پارلېمان مخې ته پرلت ووهلو، د اے اېن پي عملي شرکت، د اسلام اباد پولس د اے اېن پي پۀ کارکنانو تشدد، احتجاج ـــ جهل مګسي درګاه کښې ځانمرګي بريد، شل مړۀ، 35 ژوبل ـــ د نامزدګۍ کاغذونو کښې پۀ ختمِ نبوت د ایمان حلف نامه بحال ـــ ډینګي مخنیوي د پاره د شپږو میاشتو د هنګامي منصوبې اعلان ـــ اېن اے 4 الېکشن: د تحریک انصاف او جمعیت )س( اتحاد.

    اووم اکتوبر:

    د ډینګي لۀ وجې پۀ مړو تنانو کښې بله اضافه، د مړو شمېره 45 شو ـــ

    د حملې او تشدد کېس، عمران خان او طاهرالقادري بيا عدالت ته پېش نۀ شول، د عدالتي دباو باوجود پوليس د دواړو د جائېدادونو رېکارډ پېش نۀ کړو.

    اتم اکتوبر:

    پۀ سي پېک منصوبې باندې د امريکې اعتراضات مسترد کړې شو، امريکې پۀ سي پېک دا اعتراض کړې وو چې دا د يو متنازعه علاقه کښې تېرېږي ـــ د خونړي ډینګي له وجې مرګونو کښې اضافه، پۀ خېبر ټيچنګ هسپتال کښې نور 3 مريضان د مرګ پۀ خوب اودۀ شو، د مرګونو شمېره 48 ته ورسېده. ـــ مشال قتل کېس، د 2 مجسټرېټانو بيانات قلمبند، د 24 ملزمانو د ضمانت فېصله محفوظ، د کېس بله اورونه بۀ پۀ 11 اکتوبر کېږي.

    نهم  اکتوبر:

    جاوېد اقبال د نېب مشر وټاکلے شو ـــ د ډینګي لۀ عمله نور دوه تنان پۀ حق ورسېدل، د مړو تنانو شمېره 50 شوه ـــ امریکه افغانستان کښې د داعش مرسته کوي، حامد کرزئ ـــ

    لسم اکتوبر

    شمالي وزيرستان کښې پۀ فائرنګ درې پوځيان مړه او 7 ژوبل شوي دي، پۀ ځوابي کاروايۍ کښې 3 ترهګر مړۀ

    پۀ خېبر پښتونخوا کښې نور 446 تنان د ډینګي د وائرس نه متاثره شوي دي، 96 تنان پۀ هسپتالونو کښې داخل ـــ پۀ قطر او امريکه کښې د طالبانو دفترونه بند کړئ، د افغانستان غوښتنه ـــ د اے اېن پي (ولي) پارټۍ نوم د رجسټرډ پارټو د فهرست نه وويستلے شو.

    یوولسم اکتوبر:

    عمران خان سره څۀ ثبوت دے چې د هغۀ کاغذونه اصلي دي، سپريم کورټ. د جهانګير ترين نه زمکې د ليز ريکارډ غوښتے شوے دے ـــ پېښور کښې د ډینګي وائرس نه نور دوه تنان مړۀ، د مړو کسانو شمېره 52 او پۀ 368 تنانو کښې د ډینګي وائرس تصديق شوے دے.

    د فاټا انضمام کښې مولانا فضل الرحمان استمالېږي، بشير بلور. کۀ فاټا بيا د ترهګرۍ ښکار شوه نو ذمه داري به پۀ ټولو باندې راځي، آرمي چيف دې خپل کردار ولوبوي.

    دولسم اکتوبر:

    سيکيورټي مو مضبوطه کړه او معيشيت مضبوطول پکار دي، آرمي چيف ـــ خېبرپښتونخوا، 410 تنانو کښې د ډینګي وائرس تصديق. 139 تنان پۀ هسپتالونو کښې داخل دي ـــ د تعليم محکمه کښې د ګرېډ 20 پشمول پۀ 239837 سيټونو کښې 58730 خالي پراتۀ دي. د ټولو نه زيات سيټونه د 12 او 14 ګرېډ خالي دي ـــ پۀ پېښور کښې بيا مږې راوتلې دي، انساني ځانونه د خطرې سره مخ دي. د مږو نه د خلاصي دپاره دې سپرے وکړې شي، د علاقې اوسېدونکي ـــ نوښار: د ډینګي د مرض د  2 ښځو پشمول 8 تنانو کښې د وائرس تصديق.

    دیارلسم اکتوبر:

    الېکشن کمېشن عمران خان پۀ 26 نېټه د ګرفتارولو او پېش کولو حکم ورکړے دے. د عدالت د توهين د شوکاز پۀ نوټس مختصر فېصله ـــ صوابۍ: صحافي هارون خان د خپل کور مخې ته د نامعلومه وسله والو پۀ زړو ووژل شو. مجرم به ډېر زر ګرفتار کړې شي، اشفاق الله خان ـــ پۀ اويا کالو کښې نه ادارې مضبوطې شوې او نه د آئين مطابق حکمراني وشوه، پۀ پاکستان کښې جمهوريت د فلم د انټرول غوندې راځي، رضا رباني

    څوارلسم اکتوبر:

    د ترهګرۍ پۀ لړ کښې د پاکستان قربانۍ د قدر وړ دي، د برطانيې آرمي چيف د پاکستان آرمي چيف سره د ليدلو کتلو پۀ وخت خبرې.

    د عمران خان جنګ د اقتدار د خپلولو دپاره دے، امير مقام. عمران خان دې پۀ بدل د تنقيد کولو نه مخکښې پۀ خپل ګرېوان کښې وګوري ـــ چې پۀ اقتدار کښې راشو نو د پښتنو قسمت به بدلوو، امير حېدر خان هوتي. زمونږ مقصد اقتدار نا د غريبو خلکو ستونزې هوارول دي.

    پنځلسم اکتوبر:

    مولانا فضل الرحمان د فاټا انضمام خلاف پېښور کښې تقریر ـــ جمهوريت د پوځ نه نا بلکې د جهموري تقاضو د نۀ پوره کېدو نه وېره ده، پوځي ترجمان ـــ پېښور کښې د ډینګي حملې روانې دي، يوه زنانه مره، د ډینګي پۀ وجه د مړو تنانو شمېره 55 شوه او پۀ 445 تنانو کښي د ډینګي وائرس تصديق شوے دے.

    شپاړسم اکتوبر:

    کرم اېجنسۍ کښې پۀ دهماکه کښې د پوځ د کېپټن سره 4 نور پوځيان مړۀ، 5 ژوبل شوي دي ـــ تورخم بند ـــ مسلم ليګ نون دې خپل ورکران قابو کړي، جمهوريت به د ډي رېل کولو اړخ ته نه پرېږدو،. مولانا صاحب کۀ د فاټا انضمام د امريکې اېجنډه وي نو بيا پۀ حکومت کښې ولې ناست ئې؟ ملي مشر ـــ

    اوولسم اکتوبر:

    د کرم اېجنسۍ سره نزدې د افغانستان اړخ ته ډرون حمله، 20 تنان مړۀ، ګڼ شمېر ژوبل ـــ د تعليم پۀ محکمه کښې د 17 او 18 ګرېډ858 سېټونه تر اوسه خالي پراتۀ دي، هېڅ څوک پرې نه دي بهرتي کړې شوې ـــ سیاسي صورتحال خراب دے او د ځان ځانۍ خبرې جمهوریت د پاره مرګ دے: میا افتخار ـــ قائمه کمېټۍ فاټا ته پېښور هائي کورټ او سپریم کورټ ته د رسد ترمیمي بل منظور کړو.

    اتلسم اکتوبر:

    پاکستان له اطلاع ورکولو نه پس پۀ افغانستان کښې امريکني عمليات، د فضائي حدودو خلاف ورزي نۀ ده شوې، اٰئي اېس پي اٰر ـــ پۀ افغانستان کښې ډرون حملې، 11 نور ووژلے شول، عمر خراساني ټپي، د طالبانو ځوابي کاروايۍ کښې 46 پوځي ځوانانو سره 72 ترهګر مړۀ، 250 ژوبل ـــ ټانک کښې د اوبو قات، د اوبو ټېنکر قېمت 3500 روپۍ ته ورسې ـــ پۀ صوابۍ کښې د صحت سهوليات کم، ډینګي او چکن ګونيا مرضونه پۀ خورېدو شول ـــ د ترهګرۍ مرستیال به بیا حکومت کښې نۀ راځي: میا افتخار.

    نورلسم اکتوبر:

    د مېټرک نتيجې پۀ 2017 کښې خرابې راغلې دي، د 183 هائي او سېکنډري سکولونو د مشرانو تنخوا ګانو کښې د 2 کالو د پاره زياتوالے بند ـــ کوئټه: د پولس پۀ ټرک ځانمرګے برید، 9 تنان شهيدان، 30 ژوبل ـــ داٰرمي پبلک سکول د واقعې ماسټر مائنډ عمر منصور هلاک شوے دے، عمر منصور باچاخان پوهنتون پۀ واقعه کښې هم شامل ؤ، د طالبانو تصديق ـــ پېښور توتهيه کښې د 22 کالو ځوان د ډینګي لۀ وجې مړ شود مړو  شمېره 56 ته ورسېده ـــ د عمران خان او جهانګیرترین فېصله به یو ځاے کوو: چیف جسټس.

    شلم اکتوبر:

    نوښار کښې میا راشد حسېن شهید روغتون ته د ګرېډ بي درجه ورکړې شوه ـــ پۀ نواز شريف، مريم نواز او کېپټن صفدر باندې فرد جرم ولګولے شو ــ پۀ خېبرپښتونخوا کښې د سرکاري اېمبولېنسو د سېل سپاټې د پاره د استعمال انکشاف ـــ پۀ پېښور او مردان کښې د ترهګرۍ منصوبې ناکامې شوې، 4 ترهګر ګرفتار، 7 کلو وزني بم او دهماکه خېز مواد برامد.

    یویشتم اکتوبر:

    د پاک افغان سرحدي علاقه باندې امريکنۍ ډرون حمله، 12 تنان مړۀ، ګڼ شمېر ژوبل ـــ خېبرپښتونخوا: د وړومبي د ترقياتي فنډونو رپورټ پۀ اسمبلۍ کښې پېش کړے شو. د 38 ارب روپو اے ډې پي فنډ لېپس شوے دے ـــ د ډینګي د وجې کېدونکې مرګونو د پټولو کوشش، رسپارنس يونټ د شمېرې ښودلو پۀ ځاے د کارکردګۍ رپورټ وړاندې کوي ـــ اېن اے 4: د عوامي تحريک او منهاج القران پارټیو لۀ خواد پاکستان تحريک انصاف د حمايت اعلان.

    دوویشتم اکتوبر:

    پاکستان کښې د چائنه سفیر د قتل منصوبه بې نقابه ـــ امریکې د پاک افغان نمائنده خصوصي دفتر ختم کړو ـــ کابل کښې د ملټري اکېډمۍ بس باندې ځانمرګے برید: 15 شهیدان ـــ متهرا کښې یو بدک ووژل شو ـــ

    درې ویشتم اکتوبر:

    پانامه کښې چې د چا نامه هم راغلې ده، احتساب دې ئې وشي، د فاټا د انضمام د وعدې پۀ نۀ پوره کولو به نواز شريف ته پۀ جده کښې هم ځاے نه مېلاوېږي، اسفنديار ولي خان. دنون ن ليګ پي ټي آئي جنګ د اسلام اباد د تحت د پاره دے، اېن اے 4 کښې خطاب ـــ روحاني شخصيت پير سيد سجاد بادشاه پۀ عوامي نېشنل پارټۍ کښې د شامل شو ـــ

    څلیریشتم اکتوبر:

    قائمه کمېټي، د وادۀ دپاره عمر د شپاړس کالو نه اتلس کاله د مقررېدو بل منظور شو ـــ صوبائي اسمبلي: صوبه د بد ترين مالي بحران ښکار ده، اپوزيشن. د قرضې اخستو نه پس به د صوبې حالات ټهيک شي، د خېبر پښتونخوا صوبائي حکومت ـــ د ډینګي د 2 تنان پۀ حق ورسېدل، د مړو تنانو شمېره 61 ته ورسېده، پېښور انور ګړهۍ کښې هم د ډینګي شپږ کېسونه مخې ته راغلي دي.

    د 575 کروړ کرپشن الزامونه: شرجیل مېمن ګرفتار ـــ صوبائي حکومت د ډینګي متاثرینو تعداد پټوي: هارون بلور.

    پنځویشتم اکتوبر:

    د مشال خان مقدمه کښې وکیل دستبردار، ما ته ملزمانو خپلوان دړکې راکوي ـــ پارلېمان هم د عدلیې او پوځ غوندې تقدس لري: وزیر داخله ـــ عائشه ګلالۍ پۀ حقله د عمران الزام الېکشن کمېشن مسترد کړو ـــ امریکائي وزیر خارجه ټلرسن ډیلي ته ورسېد

    د امريکې د وزيرخارجه لۀ خوايو ځل بيا د پاکستان نه د ډو مور مطالبه ـــ ماشومانو سره پۀ زياتي کولو او پۀ 14 بربنډو تصويرانو ساتلو باندې به 14 کاله قېد وي، قائمه کمېټۍ بل منظور کړو ـــ

    شپږ ویشتم اکتوبر:

    اېن اے څلورمه حلقه کښې ضمني انتخابات، پولنګ ـــ د نېب دوه مخي نۀ شو زغملې، سپریم کورټ ـــ د ټلرسن دورې نه پس د وزیر خارجه خواجه اٰصف پارلېمنټ کښې پالیسي بیان ـــ کابل کښې پۀ چېک پوسټ د طالبانو برید، 9 شهیدان ـــ پاکستان دې سي پېک د پاره منځنۍ اېشیاء ته د لارې بدل کښې هند ته لاره راکړي: افغانستان ـــ صوبائي حکومت د وکیلانو پېسې نۀ ورکوي: د مشال خان پلار ـــ جهانګیر ترین ځواب کښې بې ایماني ده: سپریم کورټ ـــ شهباز جمیل د خېبر بېنک اېم ډي وټاکلے شو.

    اوویشتم اکتوبر:

    د نواز شریف قابلِ ضمانت وارنټ ګرفتاري جاري ـــ عمرې نه پس سعودي عرب کښې د نواز شریف د شاهي کورنۍ غړو سره لیدنه ـــ عمران یو ځل بیا الېکشن کمېشن نه بیاناً او تحریراً معافي وغوښته ـــ د اېن اے 4 ضمني انتخابات، د تحریک انصاف د ارباب عامر بریا، پۀ انتخابات د جانبدارۍ او دهاندلۍ تورونه ـــ جي اېچ کیو اسلام باد ته د وړلو منصوبه بحال ـــ افغان صوبه فرح کښې پۀ چېک پوسټونو حملې، 31 شهیدان.