Author: pakhtoon

  •  ډهانچه (افسانه) – شېرولي خان اورکزے

     

     د سر بسته طاقتونو پۀ مرسته او اشاره یو معلوم کردار پۀ قبائیلو د هغو خپله او ازاده خاوره داسې راتنګه کړې وه چې پۀ يخ ژمي او واورو واورو لارو د الوتکو د بمبارۍ او پۀ زمکه د دهماکو لۀ وېرې د علاقې ټول خلق پۀ هجرت مجبور وو. د ګاډي د تګ را تګ لارې د واورو پۀ وجه مکمل بندې وې. شتمن خلق اکثر پۀ خرونو او خچرو او عام اولس ټو ل پیاده روان وو.

    د سلیم پلار د فالج پۀ رنځ رنځور د یو لاس او د یوې پښې د حر کت نه محروم پۀ کټ کښې پروت ؤ. د هغۀ مور هم د عمر پۀ هغه پړاو کښې وه چې پۀ دې واورینو لارو تګ د هغې د پاره ناممکن ؤ.

    سلیم حېران او پرېشان ؤ چې د محشر پۀ شان د ځان ځانۍ پۀ دې ماحول کښې هغه څۀ وکړي؟ ورکوټے ځوے خو به ئې مور پۀ غېږ کښې واخلي، لور ئې کۀ هر څو د اتو کالو پۀ عمر کښې ده؛ لۀ ناکامه به پۀ خپله څۀ ګوزاره وکړي ـــ خو د هغۀ د پاره دا ناممکنه وه چې مور او پلار دواړه د ځان سره بوځي. هغۀ ډېر پۀ ګرانه صرف دومره کولے شول چې دواړو کښې یو پۀ شا کړي.

    وخت پۀ وخت د جنګي الوتکو د بمبارۍ او زمکې نه پرې د جوابي ډزو پۀ وجه پاتې کېدل هم د ټول خاندان د خودکشۍ مترادف وو. د ډېر سوچ او هر رنګ کوشش نه وروستو هغۀ دا فېصله وکړه چې مور به مې اول بوځم، ځکه چې ښځه ذات دے ــــ کله چې محفوظ مقام ته ورسېږو نو پلار پسې بۀ مې واپس راشم ـــ د هغۀ پلار هم د اوښکو نه ډکې سترګې پۀ داسې انداز پټې کړې لکه چې د هغۀ د فېصلې تائید کوي.

    د سلیم کور ودانې د خوراک سامان او داروګان د هغۀ کټ سره نزدې پۀ مېز کېښودل، سلیم پرې کمبل راخور کړو او پۀ دې وعدې سرۀ ترې روان شو چې څنګه مونږ کېمپ ته ورسېږو نو زۀ به پۀ تا پسې واپس راځم.

    د شپږو ګېنټو مسلسل مزل نه وروستو هغو هلته ورسېدل چرته نه چې د ګاډي تګ ممکن ؤ. هغه سره د ټولې کورنۍ پۀ ګاډي کښې کښېناستل ـــ چې د حکومت لۀ خوا جوړ شوي کېمپ ته رسېدل نو د ماسخوتن بانګونه شروع وو. هغۀ پۀ ډېر کړاو یوه خېمه تر لاسه کړه او واړۀ ئې ورلاندې اودۀ کړل. د یوې ډېرې دردناکې شپې نه وروسته هغۀ نزدې دوکان نه د وړو د پاره د خوراک سامان راوړو، کور ودانې ته ئې پېسې ورکړې چې خېر دے، دې نزدے دوکان ته پۀ برقعه کښې ځه کۀ د سامان ضرورت پېښیږي او زۀ ځم چې پلار ته مې ځان ورسوم.

    هغه چې کله د خپلې علاقې اولني چېک پوسټ ته ورسېدل نو هلته ولاړ سپاهي ايسارکړل. هغۀ ورته د خپل رنځور پلار پۀ حقله ټوله خبره تېره کړه خو بیا هم د حالاتو د حساسیت پۀ وجه هغۀ ته د وړاندې تګ اجازت ورنۀ کړے شو. د چوکۍ مشر افسر د هغۀ د تسلۍ د پاره د هغۀ نوم او ټول معلومات پۀ رجسټر کښې ولیکل او پۀ دې تسلۍ سره ئې ورته د واپس تلو حکم ورکړو چې مونږ به درله څۀ طریقه جوړه کړو.

    هغه کۀ د چیک پوسټ نه خالي لاس واپس کړے شو خو دا خبره د هغۀ ضمیر نۀ منله چې هغه دې د خپل رنځو ر پلار سره شوې وعده ماته کړي.

    هغه پۀ دي علاقه کښې ماشوم لوے شوے ؤ، د ټولو لارو ګودرو ورته پته و. هغۀ پۀ یوه بله لار د تګ فېصله وکړه. د دوه کلو میټره مزل نه پس پۀ یو ځنګل کښې روان ؤ چې د څو ټوپکمارانو د لاس لاندے راغلو. هغۀ ورته خپله ټوله قیصه تېره کړه خو پۀ تربوزکو کښې پټو مخونو هغۀ ته پۀ لاسونو کښې هتکړۍ واچولې او د جاسوسۍ پۀ الزام کښې ئې ګرفتار کړو. هغه د مرګ او ژوند پۀ برید ولاړ ؤ، صرف د امیر صاحب راتګ او فېصلې ته پۀ انتظار ناست ؤ چې هم دغه ګروپ د سپايانو د اټېک پۀ ضد کښې راغلو. د دواړو غاړو نه پۀ ګڼ شمېر کښې ډزې وشوې چې هغه هم پۀ کښې زخمي شو. ډزې لا هغسې شروع وې چې هغه د زخمونو نه بې هوشه شو. چې کله پۀ هوش کښې راغے نو هسپتال کښې پروت ؤ. چې د خبرو کولوجوګه شو نو بلها ډېر تپوسو نه ترې نه وشول. هغۀ ورته خپله ټوله قیصه تېره کړه. د هغۀ پۀ لاسونو کښې زولنو د هغۀ پۀ بې ګناهۍ ګواهي ورکوله اود تحقیق نه هم ثابته شوه چې د هغۀ نوم پۀ چیک پوسټ کښې درج دے. د هسپتال نه د فارغېدو او د زخمونو پۀ جوړېدو ئې څو میاشتې تېرې شوې. د هغۀ دا یقین ؤ چې د هغۀ پلار به پۀ حق رسېدلے وي او کۀ هغه ژوندے هم وي نو د سلیم د پاره تګ بیا هم نۀ ؤ ممکن ځکه چې حالات نور هم خراب شوي وو. هغۀ سره د صبر نه بغېر بله لاره نۀ وه.

    پینځۀ کاله پس چې حکومت عوامو ته د تګ اجازت ورکړو نو سلیم پۀ اولنو کسانو کښې شامل ؤ. پۀ ټوله لاره د هغه پۀ ذهن کښې د هغۀ د پلار نیم مفلوج وجود او پۀ سترګو کښې اوښکې اوړېدې راوړېدې. هغه اوس د خپل نیم غورځېدلي کور مخ ته ولاړ ؤ. د هغۀ د زړۀ درزا د هغۀ د اختیا ر نه بهر وه. د هغه احساسات د لفظونو پۀ دائره کښې نۀ راتلل. د هغۀ پۀ مخ د نا امیدۍ، د درد، د نفرت او د پرېشانۍ تاثرات ټول پۀ یو وخت موجود وو. هغه چې کله هم هغې کمرې ته داخل شو چرته چې ئې خپل رنځور پلار پرېښے ؤ نو پۀ کټ صرف د هډوکو ډهانچه پرته وه.

  • سرشمېرنه 2017 ز – فطرت بونېرے

     

    نولس کاله پس پۀ پاکستان کښې سر شمېرنه وشوه. پاکستان جوړېدو نه وروستو پینځمه سر شمېرنه 1998ز کښې شوې وه. د هاغه وخت وزيراعظم د مسلم ليګ ګوند\ مشر ميا نواز شريف ؤ او اوس چې دومره وخت پس شپږمه سرشمېرنه وشوه نو وزيراعظم بيا هم نواز شريف ؤ. دې سر شمېرنې ځان سره د سوالونو او ګمانونو یو بهیر هم راوړو.

    کۀ يو اړخ ته ميډيا او پۀ ځانګړې توګه اخباري کالمونو کښې صحافيانو د دې سرشمېرنې پۀ اعداد و شمار نيوکې وکړې نو بل اړخ ته د اولس نمائنده سياسي ګوندونه هم دغه سرشمېرنه باندې نيوکې کوي او پۀ خپلو سياسي تقريرونو او مرکو کښې پرې سوالونه اوچتوي.

    د یو ملک دولتي انتظام چلولو او د باقاعده منصوبه بندۍ پۀ یقیني کولو کښې د سرشمېرنې کردار نه انکار نۀ شي کېدے. دا چې پۀ وطن کښې څومره خلک دي، د دې خلقو د ژوند ژواک د پاره مختلف ضرورتونه څۀ دي او دې ضرورتونو پوره کولو د پاره به څۀ منصوبه بندي پکار وي؟ څومره د وطن نه بهر مزدوري او کاروبارونه کوي، د اولس معاشي ژوند څنګه دے، د اولس کنډمې کړمې څۀ دي، کال په کال څومره خلقو ته د څومره د روزګار ضرورت پېښېږي، دولت د خپلو وسائلو نه څنګه ګټه پورته کولې شي، د تعليم شرح څۀ ده، د مرګونو شرح څۀ ده، ابادۍ کښې د زیاتوالي تناسب او شرح څۀ دي، ملک کښې چې څومره خلق دي نو د هغوي انساني او بنيادي حقونه به دولت څنګه هغوي ته ورکول یقیني کوي، څومره ځوانانو او پېغلو ته روزګار ورکول دي د هغې دپاره نوې منصوبې پېل کول. اولس ته چې د دولت لۀ خوا کوم بنيادي حقونه ورکول د دولت پۀ ذمه دارو کښې يو مهمه ذمه داري ده چې دولت پۀ صحيح توګه د اولس د پاره منصوبه سازي وکړي. پۀ وطن کښې د اوسېدونکو خلقو سرشمېرنه د دغه انتظامي کارونو اولنے جز دے. د ګلوبلائزېشن پۀ دې دور کښې خو دا هره لحظه اپډېټډ پکار ده. ټېکنالوجۍ دومره پرمختګ کړے دے چې دا کار ئې ډېر اسان کړے دے خو بيا هم پۀ وطن کښې نولس کاله اوږدې مودې نه وروستو سر شمېرنه پۀ داسې حال کښې وشوه چې د وطن ځينې برخې د بلها اپرېشنونو باجود د جنګ مېدانونه دي، د بارود پکښې درزا، طالبانائزېشن پکښې د ژوند نقشه بدله کړې، ځانمرګي او ډرون بریدونه، د 2005ز زلزله بيا سېلابونه او د جنګ لۀ عمله بې درکه شوي خلق چې دا پته ئې هم نۀ لګي چې چرته دي، مړۀ دي کۀ ژوندي دي ـــ پۀ ښونځو، پۀ پوهنتونونو کښې د ماشومانو او ځوانانو قتلول او د جنګ سره سم د نوې نشې پۀ ځوانانو کښې متعارف کېدل چې د نړيوالې سروے مطابق خاص ښکار ئې د شلو نه تر پنځویشتو کالو پورې تعليم يافته ځوانان او پېغلې دي، دا ټول هاغه سوالونه دي چې کره سرشمېرنو نه وروستو دې د پاره منصوبه سازي کېدې شي خو پۀ داسې حال کښې چې د وفاق سره سره پۀ صوبو کښې د جمهوريت يو کمزورے ترين طرز حکومت بلکې د دنيا يو بې کاره حکومتي بندوبست دے او بيا پۀ تېره تېره د پښتونخوا حکومت چې د ټولو نه زياته پۀ دغه جنګ او افتونو کښې دا صوبه متاثره شوې ده او دې سره تړلې شوې قبائلي سيمې چرته چې پۀ لکهونو خلق بې کوره شوي او پۀ مياشتو، کلونو د کوره لرې پۀ کېږدو او نورو ښارونو کښې د مهاجرت ژوند ته مجبوره شوي دي، دې سره سره اربنائزېشن هم پۀ لوے کچ شوے دے ـــ د ملک دننه د ډېرو خلقو شناختي کارډونه لا پۀ "نادرا" کښې بند دي چې د ویريفيکېشن د يو زړۀ ستړي عمل نه تېرېږي چې د يوې لوئې ستونزې رنګ ئې اخستے دے.

    دلته تاسو سره د دغه سر شمېرنې 2017ز يو لنډيز شريکوم:

    يونټ کورنۍ سړي ښځې نرښځي ټول د پېداوار شرح
    پاکستان 3220 10644 10131 10 207774 2.
    خېرپښتو 38451 15417 15054 9 305233 2
    فاټا 55837 25562 24452 27 50016 2
    پنجاب 17103 55958 54047 6 11001 2.
    سندهـ 8585 24927 22956 25 47882 2.
    بلوچست 1775 6483 5860 1 12344 3.
    اسلام 3361 1055 9507 1 20065 4.

     

     

    کۀ دغه جدول ګورو نو پۀ موجوده سرشمېرنه کښې پۀ پنجاب کښې د ابادۍ زیاتېدو شرح د ټولو صوبو نه کمه ښودلې شوې ده. پۀ دې تازه سرشمېرنه اعتراضونو کښې د پنجاب ابادۍ کښې د دې غېر فطرۍ کمۍ راتلل پۀ خپل ځاے لوے اعتراض دے. تجزیه نګاران وائي چې د پنجاب "ون یونټ" ساتلو د پاره د دغه صوبې ابادي کمه ښودل د پلاننګ برخه ده. کۀ د پنجاب پۀ ابادۍ کښې اضافه وښودلې شي نو دا به د ابادۍ پۀ بنیاد د نوو حلقو د جوړولو سره سره د صوبې د تقسیم جواز هم جوړېږي. پنجاب کښې د زمانو راهسې د سرائیکي "اقلیت" استیصال کېږي او دغه سیمه د ځان له صوبې رغوڼې اخلاقي او ائیني غوښتنه کوي. د کمې ابادۍ ښودلو سره دغه مطالبه د لږ نه لږ لسو کلونو پورې )کۀ چرې راتلونکې سرشمېرنې پۀ مقرره وخت وشي( پۀ شا کړې شوه. د نوې سرشمېرنې پۀ نتیجه کښې پنجاب د کمې ابادۍ ښودنې سره د مرکزي اسمبلۍ څو سیټونه لۀ لاسه ورکوي خو پارلېمان کښې د شمېر پۀ لوبه پوهه خلق پۀ دې پوهېږي چې دغه فرق څۀ لوے بدلون نۀ شي راوستے. د پنجاب لابي د صوبې وېش کله هم نۀ مني.

    سیمه/ صوبه موجوده سیټونه ممکنه بدلون
    خېبر پښتونخوا 35 +4
    پنجاب 148 -7
    سندهـ 61 0
    بلوچستان 14 +2
    اسلام اباد 2 +1
    فاټا 12 12

    بل خوا کۀ د خېبرپښتونخوا د قامي اسمبلۍ څلور سيټونه سېوا کېږي  نو پۀ دې باندې دا ازاله ګرانه ده چې د وړې صوبې ابادي کمه ښودلو باندې د صوبائي خود مختارۍ لۀ وجې اخستې شوې ګټې وفاق بېرته ځان سره خوندي کړي.

    د مسلم ليګ )یانو( نه علاوه نور ټول سياسي ګوندونه پۀ دغه سرشمېرنو نيوکې کوي او غوښته کوي چې کره سرشمېرنه دې وشي. پۀ دې اعتراضونو کښې د نورو ګوندونو سره د عوامي نېشنل پارټۍ لۀ خوا د قبائیلي سیمو پۀ حواله خصوصاً د تحفظات څرګندونه شوې ده. سندهـ صوبې د ټولو نه وړومبے پۀ سرشمېرنه خپل اعتراض رېکارډ کړے دے.

    د فاټا پۀ حوالې سره پۀ يو وخت کښې د حکومت له خوا وئېلے شوي وو چې شل لکهه خلق د وزيرستان نه د اپرېشن ضربِ عضب پۀ وجه کډوال شوي وو، خو دلته سرشمېرنه کښې د شمالي او سويلي وزيرستان ټوله ابادي 1,212,541 ښودلې چې ډېر سوالونه پرې را اوچت شوي دي. پۀ خېبر پښتونخوا کښې د موجوده حالاتو پۀ هنداره کښې ضرورت ددې خبرې دے چې کۀ ریاست پۀ رېښتيا غواړي چې ترهګري او بدامني دې ختمه شي او د دغه ځپلې شوې صوبې اولس دې نور ونۀ ځپلے شي، ریاست دې پښتنو سره نور د مېرې مور سلوک ونۀ ساتي، د کومې نتيجې چې د ملک پۀ تاوان کښې دي نو بيا دې پۀ ترجيحي بنيادونو کوټلي ګامونه واخستلے شي چې يادې شوې صوبه کښې د افتونو او جنګونو لۀ امله شوې تباهۍ او د څلور کاله د يو کمزوري نه کمزوري صوبائي حکومت چې صوبه ئې د ډېرې بد انتظامۍ سره مخ کړې ده، دلته منصوبه سازي ډېره ضروري ده او د هغې دپاره سرشمېرنه اولنۍ پوړۍ ده، ګنې پۀ داسې حالاتو کښې به د دې خاورې اولس د خپلو محرومیو د شدید احساس سره مخ شي او د محرومیو د احساس شدت کله هم ښې نتیجې نۀ راوړي.

  • بليو وېل چېلنج – حسيب جان همراز

    لوبې د انساني ژوند پۀ ښۀ او صحت مند جوړولو کښې يو مهم کردار لري، هغه کۀ جسماني لوبې او ورزشونه وي کۀ د ټېکنالوجۍ پۀ دې دور کښې د کمپيوټر يا موبائېل تر لارې کېدونکې لوبې وي. يو د جسم د ښۀ جوړولو د پاره مهمې وي او بل د ذهن.

    نن سبا د هر نر او ښځې، ځوان، پېغلې، ماشوم، ماشومې پۀ لاسونو کښې سمارټ فون وي کوم چې د دنيا يو ضرورت هم دے او تر ډېره حده پورې سيالي هم. د دې سمارټ فون استعمال په ګڼ شمېر طريقو سره کېدے شي. کۀ څوک ئې پۀ ښۀ ډول استعمالوي نو هم او بد اړخونه هم لري. کۀ دا خبره څوک وکړي چې د دې سمارټ فون نه د انسان مرګ هم واقع کېدے شي نو دا خبره به غلطه نۀ وي ځکه چې ټيکنالوجي تر دومره حده پورې تلې ده چې ډېر ناممکنات ئې پۀ ممکناتو بدل کړي دي.

    څۀ موده وړاندې پۀ دې سمارټ فون کښې يو خونړے ګېم رامخې ته شوے دے چې د انسان ژوند بغېر د څۀ زبردستۍ نه اخستے شي او د دې خبرې تصديق هم د نړۍ ګڼو غټو تکنيکي کمپنيانو کړے دے. دغه ګېم د "بلیو وهېل" يا "بلیو وهېل چيلنج" (Blue Whale Challenge) پۀ نوم سره پېژندګلو لري. دا يوBlue whale snap ځانمرګے ګېم دے چې د سوشل مېډيا د لارې خلق دې اړخ ته جوړوي چې خپل ځانونه ووژني. دا هم وئیلے شو چې دا ګېم يو قسم Brain Wash کوي او انسان خپل ځان ته مائله کوي. پۀ دې ګېم پۀ ګړده نړۍ کښې پابندي هم لګولې شوې ده. دا ګېم زيات تره د نهو کالو نه واخله تر نولس کالو پورې ماشومان، ځوانان او پېغلې کوي د چا سوچ چې پوخ  نۀ وي او د ګېم جوړولو واله هدف هم دغه ماشومان، ځوانان او پېغلې وي او هم دوي ددې خونړي ګېم ښکار کېږي.

    پۀ دې ګېم کښې د دغه ګېم منتظم ګېم کولو واله ته روزانه يو کار ورکوي کوم چې به هغه خامخا ترسره کوي، ځکه چې پۀ دې ګېم کښې به ګېم کولوواله د "وهېل (يو قسم مهي دے)"  کردار لوبوې  او داسې بۀ دۀ له پنځوس ورځې بېل بېل کارونه ورکول کېږي چې تفصيل ئې دا دے.

    1. پۀ بلېډ باندې پۀ خپل لاس باندې“f57” ليکل او د هغې تصوير د ګېم پام پالي (Curator) ته لېږل
    2. پۀ شل منټه د پاسه څلور بجې(4:20 AM) د خوبه پاڅېدل او د وېرې ويډيوګانې کتل کومې چې به د ګېم پام پالے رالېږي
    3. خپل لاس سره د نبض پرې کول خو ډېر ژور نۀ، صرف درې ځايه پرې بلېډ راکښل او د هغې تصوير د ګېم پام پالي ته لېږل
    4. د وهېل عکس پۀ کاغذ جوړول او د هغې تصوير د ګېم پام پالي ته لېږل
    5. کۀ ګيم کولو والا ګېم مخ پۀ وړاندې بوتلل غواړي نو پۀ خپله ګسه پښه به پۀ بلېډ “Yes” ليکي او کۀ پۀ پښه ئې دا ونۀ ليکل نو خپل ځان له بۀ څو څو وارې سزا ورکوي کومه چې د جسم بېلا بېل ځايونه پۀ بلېډ پرې کول دي
    6. دا يو رازداره چېلج دے
    7. يو ځل بيا پۀ بلېډ باندې پۀ خپل لاس باندې “f57” ليکل او د هغې تصوير د ګېم پام پالي ته لېږل
    8. #i_am_whale ليکل او پۀ VK (يو سوشل ويب سائټ دے) پۀ خپل سټېټس کښې لګول
    9. پۀ خپله وېره قابو موندل
    10. شل منټه د پاسه څلور بجې (4:20 AM) پاڅېدل او د کوټې سر (چت) ته ختل چې څومره لوړ وي ښۀ بۀ وي، (د ګېم د قاعدې مطابق)
    11. وهېل پۀ خپل لاس پۀ بلېډ جوړول او د هغې تصوير د ګېم پامپالي ته لېږل
    12. ټوله ورځ نفسياتي او د وېرې ويډيوګانې کتل
    13. موسيقي اورېدل کومه چې به د ګېم پامپالے رالېږي
    14. خپله شونډه پرې کول
    15. خپل لاس پۀ ستن باندې ډېر ځله سورے کول
    16. ځان ته څۀ داسې زيان رسول چې حالت بيمارۍ ته ورسي
    17. د اوچت نه اوچت بلډنګ سر ته ختل او د هغې پۀ ژۍ د څۀ وخت د پاره ودرېدل
    18. پول ته تلل او د هغې پۀ ژۍ ودرېدل
    19. کرېن ته اوچت ختل يا ددې کار کولو هڅه کول
    20. د ګېم پامپالے به ګوري چې ګېم کولو وال ريښتونے دے او کۀ نۀ
    21. د ګېم د پامپالي يا د بل وهېل (ګېم کوونکي) سره سکائپ باندې خبرې کول.
    22. چت ته ختل او داسې کښېناستل چې پښې ښکته ځوړندې وي
    23. دا يو بل رازداره چېلج دے
    24. د راز چېلنج
    25. يو وهېل (دا ګېم کوونکے بل تن) سره ملاوېدل
    26. د ګېم پامپالے به ګېم کوونکي ته د هغۀ د مرګ نېټه ښائي او ګېم کوونکے به ئې تسليموي
    27. پۀ شل منټه د پاسه څلور بجې(4:20 AM) پاڅېدل او رېلوې پاټلۍ ته تلل
    28. ټوله ورځ چا سره خبرې نۀ کول
    29. دا اقرار کول چې ګېم کولو واله يو "وهېل" دے
    30. (د دېرشم لېول نه تر نهه څلوېښتم لېول پورې 30-49) هره ورځ شل منټه د پاسه څلور بجې(4:20 AM) پاڅېدل، د وېرې ويډيوګانې کتل، موسيقي اورېدل کومه چې به د ګېم پام پال رالېږي، هره ورځ د خپل وجود يو ځاے پرې کول او يو وهېل سره خبرې کول
    31. د يو اوچت بلډنګ نه ټوپ کول او خپل ژوند ورکول

    کۀ وکتے شي نو پۀ دې ګېم کښې يو هم داسې لېول نشته چې څوک ترې خوند واخلي بلکې ټول لېولونه وحشيانه دي او پاې ته پۀ ځانمرګۍ رسي. اوس دا خبره هم ذهن ته راځي چې کۀ څوک د دې ګېم پوره کولو نه انکار وکړي نو بيا خو هېڅ هم نشته، خو نه! دا خبره بېخي غلطه ده، ځکه چې ګېم يو وارې څوک شروع کړي نو بيا به ئې خامخا سر ته رسوي. د هغې وجه دا ده چې کله څوک دا ګېم شروع کړي نو د ګېم پام پالي د هغۀ موبائېل هېک  کړي چې د هغۀ او د هغۀ د کورواله تصويران، معلومات او ټيلي فون نمبرې تر لاسه کړي او بيا چې کله هم ګېم کولو واله ګېم پۀ ځاے پرېږدي نو د ګېم پام پالي لۀ خوا ورته دړکې ورکولې کېږي چې کۀ چرې داسې داسې دې ونۀ کړل نو مونږ بۀ تا يا ستا د خاندان پلانکي تن ته دا نقصان ور ورسوو. ډېر خلق دا خبره هم سپکه وګڼي خو ولې هم هاغه شان کېږي څنګه چې د ګېم پام پالي غواړي، مثلاً کۀ هغۀ دا دړکه ورکړې وي چې ګېم مۀ پرېږده ګنې مونږ به ستا پلار ته نقصان ورسوو نو هم هاغه شان وشي او د ګېم کوونکي پلار ته نقصان ورسي. اوس دا هر څۀ څنګه کېږي، د ددې شا ته ډېر لوے قوت ښکاري. دا کېدے شې چې دغه  د ګېم واکدارانو ځان له هر ځاے کښې أجرتیان ساتلي وي او دا ټول کارونه پۀ هغوي کوي. يو روسي اخبار"نووايا ګېزيټا (Novaya Gazeta)" دا عويٰ لري چې د نومبر 2015ز نه واخله تر اپرېل 2016ز پورې 130 ځوانانو د دې ګېم لۀ کبله ځانونه وژلي دي. د دغه اخبار بيان څۀ پۀ دا ډول دے:

    “We have counted 130 suicides of children that took place between November 2015 to April 2016, almost all these children were members of the same internet groups & lived in good, happy families.”

    یعني دغه ځانونه وژونکو ته ژوند کښې څۀ داسې کورنۍ یا مالي ستونزه هم نۀ وه.

    پۀ دې ځان مرګو کښې زياتره ماشومان د روس او برطانیې سره تعلق لري خو دا ګېم رو رو د هندوستان او پاکستان اړخ ته مخه کوي او خپل اثرات ئې پۀ دې هېوادونو کښې ښکاره کړي هم دي. پۀ پاکستان کښې تر دې دمه ښکاره يوه واقعه د بلیو وهېل د وجې مخې ته راغلې ده کومه چې پۀ ډېره اسماعيل خان کښې ده. د اتلسم ستمبر د ملکي اخبارونو تر مخه "د ډېره اسماعيل خان پۀ تحصيل پهاړ پوره کښې يو شل کلن ځوان محمد رېحان ته پۀ موبائېل فون د ځان وژنې ووئیل شو او دړکه ورکولې کېده چې کۀ هغه ځان نۀ وژني نو هغه (کال چې چا کړے ؤ)  به ئې وژني چې د وېرې نه محمد رېحان سمدستي د ځان وژلو هڅه وکړه خو د مرګ نه بچ شو او پۀ نازک حالت کښې روغتون ته ورسولے شو. د پوليس د وېنا تر مخه دا ځوان د بليو وهېل ګېم ښکار شوے ؤ."

    هم دا رنګه پۀ شپاړسم ستمبر د ورځپاڼې "پاکستان" تر مخه دېرش کلن د چترال استوګن ضياء الرحمان پۀ پېښور کښې د ارباب خليل فلائي اوور نه ټوپ کړي وو چې د ټکه مړ ؤ، خو ولې د هغۀ د مرګ وجه تر نن وخته پورې نۀ ده معلومه خو د هغۀ د مرګ پۀ اړه هم دا خبره کېږي چې دا مرګ هم د بلیو وهېل پۀ وجه شوے وي.

    د دې ګېم پۀ حواله د خېبر ټيچنګ هسپتال ماهر نفسيات ډاکټر عمران وائي چې "بلیو وهېل ګېم کوونکي د ګېم کولو نه پس پۀ يو خطرناک جال کښې ګېر شي چې بيا ورسره بله لار نۀ وي او پۀ دغه ګېم کښې مخ پۀ وړاندې روان وي."  دا ګېم هر تن پۀ خپله خوښه شروع کوي خو ولې بيا ئې پۀ خپله خوښه پرېښودلے نۀ شي او اخر دا ګېم د هغۀ پۀ مرګ سر ته رسي. ماهرين وائي چې مور پلار دې خپلو ماشومانو سره پۀ دې اړه خبرې وکړي او کۀ چرې د هغوي ماشومان دا ګېم کوي نو هغوي دې د خفيه ايجنسیو او د امنيت برقرار ساتونکو ادارو سره اړيکې وساتي. وخت لوبې هم خونړۍ کړې ـــ

  • عجيبه سړے (خاکه) – ګل محمد بېتاب

     

    [دا خاکه د پښتون د جولایـۍ 2017ز ګڼه کښې د اووهٔ شپېتم نه تر اویایم مخونو باندې نیمه چاپ شوې وه او پاتې نیمه برخه ئې نهٔ وه ترلاسه شوې. پهٔ ترلاسه کېدو ئې دې یادګیرنې سره ستاسو د لوست ذوق ته سپارو ــــ پښتون]

    د دوستانو د کتابونو پۀ حقله به ئې کله کله دلچسپې تبصرې هم کولې. لکه چا ترې تپوس کړے ؤ چې د پرېشان خټک صاحب کتاب "پشتون کون؟" څنګه دے؟ نو وې وئيل، "کتاب ښۀ دے خو چې پۀ کومه ژبه کښې ليکلے شوے دے، دا د ماضي اردو نۀ ده. دا د حال هم نۀ ده، دا د مستقبل اردو ده."

    مخامخ به ئې بنده ته ښه سپينه خبره هم کوله. لکه يو ځل ترې ډاکټر زبېر حسرت پوښتنه کړې وه چې زما او صاحب شاه صابر صاحب پۀ باره کښې مو څۀ خيال دے؟ نو ور ته ئې وئيلي وو، "تا ته چې بنده وګوري نو ښکلے ښکارې. زړۀ ئې غواړي چې تاسره دې مجلس اوږد کړي خو چې ستا خبرې واوري نو رو رو ئې درنه زړۀ تور شي." د دۀ يو کتاب چې "غزل زار" نوم ئې ؤ، پۀ حقله ئې وئيلي وو، "پۀ کتاب کښې چې هر څۀ وي هغه پۀ خپل ځاے، خو ټائټل ئې داسې دے چې ما پۀ المارۍ کښې تاله کړے دے، هسې نۀ چې بچي مې وويني، زړۀ کښې به وائي چې پلار مو پۀ دې عمر کښې داسې کتابونه ګوري!!!"

    د ميا صاحب يو بل مينه وال او معتقد ډاکټر عرفان خټک ورله يو ځل خپله د افسانو مجموعه د سريزې ليکلو دپاره ور وړې وه. د اوړي موسم ؤ او ګرمي پۀ زور کښې وه. پۀ غرمه کښې کور ته ورغلے ؤ. کله چې ميا صاحب د کوره راووتو نو عرفان خټک صاحب ورته ووې، "ميا صاحب! زما د افسانو پۀ کتاب به راله څۀ وليکئ؟" ميا صاحب چې ترې مسوده واخسته او ورته ئې ووې، "ستا د دې کتاب څۀ نوم دے؟" عرفان خټک ورته ووې، "څپېړې"ـــ ميا صاحب ور ته ووې، "يه هلکه! نو تۀ دې ګرمۍ ته نۀ ګورې چې خپلو مشرانو له "څپېړې" ورکوې؟ پۀ سره غرمه دې د ارام نه وويستم."

    کۀ هم څۀ د صبر زغم خاوند ؤ او د اکثرو خلقو پۀ زياتي به غلے کېدو، خو بيا هم انسان ؤ او تر څۀ حده انتقامي جذبه هم پکښې وه. يوه موده به دۀ خواوشا دوو کالو پورې رېډيو له مزاحيه ليکل کول چې پۀ خپل مخصوص انداز کښې به ئې اورول. دغه پروګرام ډېر مقبول شوے ؤ. وروستو به بيا يو بل مزاحيه پروګرام کښې د پښتو نامتو کاميډين اداکار قاضي مُلا د هغۀ پېښې کولې. يو ځل ئې سوال جواب راولېږلو چې هر څوک زما چې پېښې کوي هغه منع کړئ. پروډيوسر قاضي مُلا ته ووې خو هغه منع نۀ شو. تقويم صاحب معلومات ترلاسه کول چې دا څوک زما پېښې کوي؟ چا ور ته ووې، "نور خبر نۀ يم خو دغه پروګرام يو قاضي مُلا او بل قاضي خامس دے، دواړه کاميډي اداکاران دي، نۀ شم وئيلے چې اوس کوم يو به دا کار کوي؟

    ميا صاحب پۀ دې ټس کښې پۀ خپل دوست رشيد باچا "قاضي خامس" د پېښور نه د ټوپۍ کالج ته بدل کړو او اخر چې هغه پۀ منډو ترړو او سفارشونو رشيد باچا ته ورسېدو نو هغۀ ور ته ووې، "ټيک ده، خو تۀ هم پۀ ريډيو د مشرانو پېښې مۀ کوه!" دغلته ورته خامس صاحب وضاحت وکړو چې دا خو زۀ نۀ قاضي مُلا کوي. قاضي مُلا به دا خبره ډېره پۀ خندا کوله چې د پښتو متل غلط ثابت شو چې "د کانګړې پۀ ټس کښې لاړې بټګرامه"، قاضي خامس د کانګړې اوسېدونکے دے، پکار وه چې د دۀ پۀ ټس کښې ما وهل خوړلي وو، خو زما پۀ سر کښې دے ووهلے شو.

    د ليک، لوست، تعليم، ليکوالانو او استاذانو پۀ حقله ئې ډېرې دلچسپې خبرې مشهورې دي. د پښتو اکيډمۍ پخواني ډائريکټر او نوموړي ليکوال نواز طائر صاحب ترې يو ځل تپوس کړے ؤ چې ميا صاحب! تاسو ډاکټر اختر له د پي اېچ ډي ډګري ورکړه خو اٰيا….. هغه د دې قابل دے؟ نو ميا صاحب ورته پۀ جواب کښې ووې، "طائر صاحب! ډګري ئې واخسته، علم به ورسره راشي."

    لطف الله خوشنوي د ته ئې يو ځل مسوده د کتابت د پاره ورکړې وه. لطف الله ورته ووې، "ميا صاحب! دا يو ټکے دې پکښې بې ځايه ليکلے دے." ميا صاحب ورته پۀ جواب کښې ووې، "لطف الله! بنده چې زوړ شي نو ټکے سم ځاے ته نۀ شي رسولے."

    دغسې يو ملګري ورله کتاب د سريزې ليکلو د پاره وړے ؤ. هغۀ ته ئې وئيلي وو چې پېسې پکښې شته کۀ نۀ؟ هغۀ وې نه، ثواب به دې وشي. ميا صاحب ورته ووې، "د ثواب دپاره به دوه رکته نفل وکړم."

    ځلان مومند ورته د يو ملګري د پاره سفارش کړے ؤ چې فيس ورته معاف کړي. پۀ جواب کښې ئې ورته وئيلي وو چې زمونږ د يونيورسټۍ څۀ نامه ده؟ هغۀ ورته ووې "الخېر" ـــ ميا صاحب ووې، "بس خېر ته ناست يو نو." دغه وخت ميا صاحب الخېر يونيورسټۍ کښې ؤ.

    کله چې ګورنر فضل حق صوبه کښې د ليکوالانو پۀ غوښتنه د پينځم جماعته پورې د پښتنو علاقو کښې د پښتو لازمي کولو فېصله وکړه نو ميا تقويم الحق صاحب دې له کورس تيار کړو او د پرائمري استاذانو ته ئې د دې ترغيب ورکولو. دې سلسله کښې بنو ته تللے ؤ او هلته ئې استاذانو ته د پښتو ژبې پۀ اهمیت خبرې کولې، چې دې کښې یو د پرائمري استاذ راپورته شو اور ته ئې ووې، "مونږه دا کار نۀ شو کولے، اس سے ہمارا  اردو  خراب ہو جائے گا." میا صاحب ورته سمدسي جواب ورکړو، "تمہاری اردو  اس سے زیاده خراب نہیں ہوسکتی، ځکه چې د "ہماری اردو" پۀ ځاے "ہمارا  اردو" وائې، نوره به څۀ توره ووهې؟"

    د تحقیق او تنقید سره تر اوږدې مودې پورې د تعلق پۀ سلسله کښې ئې ګڼې قلمي مسودې د نظره تېرې شوې وې او دا شوق ئې هم لرلو چې کۀ نورې څۀ نایابه مسودې چرته ومومي. دې سلسله کښې د وزیرستان کاڼیګرم ته رسېدلے ؤ او هلته ورته معلومه شوې وه چې دلته د چا سره یو کتاب شته چې د هغوي د نیکونو د زمانې دے، خو چا ته ئې نۀ ښائي او نۀ ئې چا له ورکوي. میا صاحب پۀ څۀ چل زور او سفارش دغه کتاب ته رسېدلے ؤ. دا کتاب د میا صاحب پۀ قول لس اتو کپړو کښې تاو پروت ؤ او چې هره کپړه به ئې ترې لرې کوله ما به زړۀ کښې وئیل چې دا به ضرور د پیر روښان یا د هغۀ د اولاد قلمي مسوده وي ـــ خو چې کپړې مې ترې لرې کړې او ما له ئې کتاب راکړو نو هغه د اخون دروېزه "مخزن اسلام" ؤ.

    نور ئې هم داسې ډېر واقعات شته چې یو بل ته یاد دي، خو څۀ د لیکلو نۀ دي او څۀ تر ما نۀ دي رارسېدلي. البته دا خبره ټول مني چې میا صاحب یو صاف زړے انسان ؤ. پۀ رښتیا معنو کښې عالم ؤ. د خپل علم پۀ قدر پوهېدو. د علم تږو له ګودر ؤ خو ورسره د امام شافعي دا قول ئې هم پۀ نظر کښې ؤ چې څوک نا اهلو ته علم ورکوي نو دا داسې ده لکه د خر پۀ غاړه کښې چې د ملغلرو هار اچوي.

    میا صاحب د خپل علم او عمل پۀ وجه مستجاب الدعوات ؤ. درې دعاګانې ئې پۀ ژوند کښې غوښتې وې چې هغه دا دي: الله تعاليٰ دې راله پۀ پېښور ښار کښې خپل کور راکړي ځکه کۀ پۀ ښار کښې د چا ډېر بې تکلفه دوست وي نو هم د ډېر تګ راتګ پۀ وجه ترې تنګ شي ـــ دوېم دا چې زما بچي دې زما پۀ ژوند کامیاب شي او درېم دا چې الله تعاليٰ دې ما پۀ داسې بد مرض نۀ پرېباسي چې بچي مې خدمت نۀ شي کولے او د دعا پۀ ځاے ورته ښېرې کوم.

    دا درې واړه دعاګانې ئې الله تعاليٰ قبولې کړې وې. ښار کښې ئې یونیورسټۍ سره نزدې خپل کور کړے ؤ، بچي ئې ټول د دۀ پۀ ژوند لوے ډاکټران وو او مرض ئې هم څۀ داسې نۀ ؤ چې د چا د خدمت دې محتاجه شوے وي. اخر دا لوے عالم، ممتاز، ناویاته لیکوال او عجیبه سړے د حق پۀ لور لاړو، خو یادونه به ئې تل ژوندي وي.

     

    ممتاز علي خان او ډاکټر همایون هما ئې د مشرۍ استاذۍ او دوستۍ حق ادا کړے او د دوي لیکلې مختلفې علمي مقالې، مضمونونه، خاکې، افسانې، سریزې او څو خطونه ئې د "غوره لیکونه" پۀ نامه کتاب کښې چاپ کړي دي. خو ډېر څۀ ئې ناچاپه پراتۀ دي. باید بل څوک راوړاندې شي او د سید تقویم الحق دا ملغلرې د تل د پاره پۀ کتابي صورت کښې محفوظ کړي.

  • پۀ  کتاب تبصره – اورنګزېب خان

     

    "د مرګ نه مخکې يو څو ټکي"

    ليکوال: ډاکټر خورشيد عالم

    ګو چې د ډاکټر خورشید عالم صاحب د هم دې عنوان لاندې پۀ انګرېزۍ کښې ليکلے شوے کتاب به زما نزدې يو کال کېږي چې مطالعې لاندې دے چې پکښې موجود  د ميلينونو ډالرو سوالونو ته معقول او مناسب جوابات ولټوم خو چې کله مې د پښتو دا کتاب وليدو، راواخستو او ولوستو نو د هغوي د خوښې مطابق چې پۀ انګرېزۍ خو د هغوي بچي هم پوهېږي، نو فېصله مې وکړه چې اول به پۀ پښتو کښې دغه تبصره وليکم نو بيا به انګرېزۍ کښې هم انشاالله د زر نه زر خپله رايې او نظر پېش کړم.

    د پښتو دې ليکلي کتاب ما ته د ډاکټر صاحب پۀ وساطت د باچاخان، خان عبدالولي خان او اجمل خټک صاحب تجربو او سپارښتنو ته د لا ورنزدې کېدو او د خپل تحقيق او مطالعې، مشاهداتو او تجربو د کره کتنې نۀ صرف يوه زرينه موقع تهيه کړه بلکې زما د ډاکټر صاحب سره د موافقت او مشترکه مأخوذاتو، زما ذاتي تحقيق او رياضت باره کښې  زما پۀ خپل کار، تجربه او نتيجه خېزه مطالعې باندې يقين او صحت نور هم غښتلے او پياوړے کړو

    دا کۀ يو خوا زمونږ د مشترکه تجربو او نظرياتو تصديق کوي نو پۀ بل اړخ د يو ورته ليکنو او سپارښتنو پېش بيني کوونکو بيانيو جاري کولو امتياز هم رابخښي چې کۀ دغسې وي نو بيا به هغسې وي، اؤ د "کۀ ــ بيا" دغه سائنس هم دلته زده کېږي چې زۀ ورته د جديد جدلیاتو نۀ بلکې د معقولیت بنياد وايم لکه چې پښتو کښې مونږ وايو چې يا مې پړ کړه ګني زۀ دې پړ کوم. دا سائنس هر قسم بحث، مذاکرو، مناظرو او بې مقصده خبرو اترو ته لار تړي او مونږ دې بريد باندې ودروي چې يا قلم راکړه او يا تعليم واخله.

    څنګه چې باچا خان د خود اګاهۍ او تجاربو پۀ پرتله د خپلې زمانې د نورو خلقو نه مخکښې دے، هم هغسې ئې مشاهدات هم ډېر سپېځلي او ډېر پرمختللي دي لکه ډاکټر عالم صاحب وائي چې باچا خان به وئېل چې "کۀ پۀ پلار خرڅ شوې او کۀ پۀ دوکاندار خو د خرڅ مال قامي ګټه نۀ شي کولې" او هم دغه اصول د هغوي د خدائي خدمتګارۍ پۀ تنظيم کښې د ګډون پۀ اولنۍ حلف نامه کښې هم څرګند دي چې خدائي خدمتګار به بغېر د کومې طمعې، لالچ، غرض او ذاتي مطالبې د قام د پاره بغېر د کوم اجر او منصب د غوښتنې کار کوي. دلته  باچاخان يو داسې زوے غواړي چې هغه د خپلې رايې پۀ ازادۍ سره د اظهار او بيا پۀ هغې باندې د استقامت ښودلو او ټينګ پاتې کېدو قوتِ نفس او قوتِ نفوذ دواړه لري، داسې نۀ چې عذر پېش کوي بلکې د ذاتي ذمه دارۍ پۀ احساس سنبهال وي.

    حقيقت دا دے چې د خپل ډېر بوخت سیاسي ژوند باوجود خان عبدالولي خان کوم زرګونه صفحې کار مونږ ته د مطالعې، پند او نصيحت اخستنې د پاره ډالۍ کړے دے نو دا هم د هغوي د دغه لوړ قوت، تميز اواعليٰ بصيرت کار ؤ چې دغه تاريخ ئې د خپل عقل او منطق پۀ زور نۀ صرف وليکلو بلکې تاريخ ئې جوړ هم کړو، ثابت هم کړو او د ائنده باره کښې ئې هم دغو مطالعاتو، څېړنو او تجرباتو پۀ بنياد د پېش ګوئيانو ورکولو او نتيجه ګيرۍ لار هم راوښوده او بهيړ چال د مهارولو طريقه ئې هم راوښوده چې کۀ زيړ وي او ګول وي او تريو وي نو عاقلان به پۀ خپله پوهه شي چې نارنج به وي.

    حقيقت دا دے چې کۀ زما پۀ مخکښې د ډاکټر عالم غوندې پۀ قام ، وطن او د ازادۍ رائې پۀ اهميت او قوت باندې پوهه مؤرخ، سوانح نګار او معاشرتي سائنسدان نۀ وے نو چې څنګه پۀ واضح، نېغ او رسا الفاظو کښې دوي د دې درې واړو مشرانو د ژوند، اصل او اصول کشف کړے دے او مونږ ته ئې رامنتقل کړے دے نو شايد چې ما به د خپلو دغو مشرانو پۀ حقله دومره جوت، طاق او څرګند حقائق چرې هم پۀ ډاګه کړے شوے نۀ ؤ.

    حقيقت دا دے چې د لمر دليل هم لمر وي. د ډاکټر عالم صاحب د دغو درې واړو مشرانو سره نزدېکت او بيا د هغوي د دۀ ځان ته د رانزدې کولو راز او منشاء هم دغه وه چې هغه د هغوي د نفسياتو څخه اګاه او د هغوي پۀ اراده او نيت پوهه ؤ. لکه د خان عبدالولي خان يوه تجربه رانقل کوي:

    "د يو سياسي ورکر غټ کار فکري دے او دا کار د علم نه بغېر نۀ کېږي چې پۀ خپل ځان يو کار نۀ شي کولے نو د بل پۀ زور ئې مۀ کوه."

    حقيقت دا دې چې ډاکټر عالم دلته هم يوې ډېرې رسا نکتې ته اشاره کړې ده چې کۀ څوک واضح، غېر مبهم او منتشر پاليسي يعني يو منفصل شعور لري نو هغه کولے شي چې خپل هدف، مقصد او منزل ته ورسي او دے به چرې هم د چا څخه د مرستې او ملاتړ طلب ګار نۀ شي او څوک هم چې پۀ خپل قوت، پۀ خپل عقل او پۀ خپل هنر تکيه کوي چرې به هم د رقابت ښکار نۀ شي. د هغۀ هدف مطلق د هغۀ د طاقت پۀ تناسب وي اوکۀ څوک د بل پۀ سر، فکر او قوت کار کوي نو هغه به زبردستي کوي او د جنونيت مظاهره به کوي.زۀ د ډاکټر صاحب دې مشاهدې سره مطلق اتفاق لرم چې پۀ مستقبل کښې به د قيادت انتخاب د فرد د اهليت پۀ بنياد وي، نۀ د موروثيت يا د ځائي ناستې د مدارجو پۀ بنياد.

    لکه څنګه چې دغه لائحه او ستراتیژي د رهبرِ تحريک خان عبدالولي خان پۀ سياسي مبارزه کښې لکه د لمر روښانه ښکاري او ثابتوي چې څنګه هغۀ د خپل دغه واضحه پالیسیو نه پۀ فېض او الهام اخستنې د خپل ځان نه پۀ زر کرته قوي او طاقتور مخالفينو ته پۀ داخل او خارج کښې رغنده او برملا شکستونه ورکړل او خپل ځان ئې نړۍ ته بالعموم او خپل قام ته بالخصوص د يو انتهائي زړۀ ور، بېباک، جرأتمند او مثالي مشر او مقرر پۀ حېث ثابت کړو او د راتلونکو نسلونو د پاره يو روښانه مثال وګرځېدو چې کۀ څوک دغسې منطق، عقل او پښتون روح لکه د خان عبدالولي خان راوړلے شي نو بيا څوک هم د هغۀ مخه د هغۀ وجود کښې د ورځائېدو څخه ايسارولې نۀ شي.

    د داکټر صاحب د ليک کمال دا دے چې څوک ئې هم يو ځل وګوري، ولولي او غور پرې وکړي نو عقوبت به د نور هم ورنزدې کېدو کوشش کوي چې ددۀ دغه نۀ تمېدونکې، نۀ ودرېدونکې اؤ نۀ وروستو کېدونکې چينې څخه نور هم د بېدارۍ د سحرنې فېض، بصيرت او الهام درسونه او پندونه واخلي، ځکه چې دا د پښتون عالم، مؤرخ، معاشرتي سائنسدان، فلسفي او د ذهن و دماغ تحليل ګر کښې کۀ مونږ يو اعلٰي مدبر لرو چې نظام غوښته ئې د اعليٰ دانشمندۍ شتون ظاهروي، نو د دوي د سياست معروضیت او تحليل ګري مونږ خپل هدف او نصب العېن ته نور هم پۀ ډاګه راوکاږي. پۀ دۀ کښې مونږ يو داسې د حربي فن صلاحيت هم وينو چې د پښتو ن د وحدت د پاره دې پښتون غلامولو ته هم تيار دے خو چې دغه د پېرنګي ذلت بخښونکے د پښتون د تقسيم در تقسيم پوځي او غلامانه نظام متروک او فنا کړي او مطلق متبادل پېش کوي چې هغه د موجود ذهني اؤ فکري جوړښت سره هېڅ اړخ نۀ لګوي. دے دا يقين لري چې کۀ ټول پښتون قام د يو قوت غلام هم شي نو دے دا صلاحيت او استعداد لري چې خپله  تيارۀ شپه رڼا کړي او دغه تفريق نظام چې پۀ غلامانو کښې هم فرق کوي. د غلام ملا بېل او د غلام خان يعني ګل خان بېل قيمت دے. د غلام پير بېل او د غلام منافع خور بېل مقام دے؛ يعني دلته مونږ ورځ ونۀ ليده، پۀ شپه کښې پېدا شو او هم پۀ شپه کښې روان يو. د پنجابي نسل پرست حکومت د مغل او پېرنګي څخه هم زيات متشدد، رسواکن او ظالم ثابتېږي. د انصاف حال دا دے چې عدالت وائي "لب مکشا"، د دې حقيقت مشاهده مونږ د پاکستان والاو د بار او بنچ منځ کښې د تعلق څخه پۀ اسانه کولې شواو فوج وائي "خوځې به نۀ" او عدالت وائي "چپ اوسېږه" نو د حکومت لپاره مقبول او خوښ خلق هم دغه دي چې نۀ خپل حال ته د تغير او حرکت ورکولو جرأت لري او نۀ ژبه لري چې دغه عدالت، قاضي، پوليس او عوامو ته پۀ زغرده او پۀ ډانګ پئيلې خپل د انسانيت، اسلاميت او افغانيت د مقام نه د خپل مستقل کردار پۀ قوت د پوښتنې، تپوس او د غلط کار عمل او لارې څخه د انکار او مقاومت او بغېر د کوم عذر او خوف نه د متبادل اهليت اخلاقي جواز ثابتولو اعلان وکړي.

    دلته ډاکټر صاحب د اجمل خټک تجربه رانقل کوي چې "د غلطۍ نه غټه غلطي او د غلطۍ نه غټه ګناه د غلطۍ تشريح ده او د ګناه نه غټه ګناه د تشريح لټول دي"ـــ نو عرض او مطلب ئې دا دے چې مونږ کۀ څوک خطا هم کړي نو چې دغه کس د خپلې خطا ذمه وار ونۀ ګڼو بلکې ځان پۀ ډېرې بېدارۍ سره خپل منزل طرف ته د کامل يقين، صحيح او نافعي علم او محکمې ارادې سره فعال او ګړندي وساتو او چرې هم پرې چروت خراب نۀ کړو چې هم دغه عذر زمونږ د پرمختګ او د يو منفعل شعور کارولو څخه د ايسارولو عامل ګرځي چې کوم مونږ د د انتقام پۀ لار اچولے شي او دغسې مو د خپل هدف څخه بې لارې کولے شي او مونږ پۀ غفلت کښې واقع کولے شي چې قامي تاوان دے، بلکې دا مونږ د خپلې رښتينولۍ لۀ لارې بې لارې کوي اؤ بيا دا اعتراف چې د خطا يا غلطۍ د پاره تشريحات او توضيحات لټوو، يو ډېر تباه کن عمل ثابتېدے شي.

    حقيقت دا دے چې کۀ  مونږ د رهبرِ تحريک پۀ ښودلې شوې لاره باندې استقامت اختيار کړو او د اجمل خټک صاحب د تجربې نه پۀ استفاده کولو ځان د کومې پردې او عذر شا ته ونۀ ساتو او لکه د لمبېدلي اس خپل عقل، منطق اور روح باندې اکتفاء وکړو نو مونږ به ډېر زر د پښتون وحدت شاهدان اووسو او ډېر زر به د باچاخان علېه الرحمة مشن، هدف او مقصد حاصل کړو او د پښتون افغان وطن به ډېر زر ارام او ټيکاو ومومي. سل خبرې او سر ئې يو، چې د انسان خپل دماغ، خپل عقل او خپل يقين ددۀ لارښود او استقامت او قوتِ نفوذ او قوتِ تميز د اجماع د ادغام، پېوستون او وحدت اسباب تهيه کوي او همېش به کوي او کۀ څوک پۀ نورو لارو چارو وغورځوي نو هغه به پۀ ما فوق الفطرت او انتهاپسندانه لارو غور کوي چې نتيجه به ئې ډېره خرابه وي. دماغ د خداے پاک يو داسې جوهر دے چې دا د انسان څخه څوک نۀ شي اخستے. حقيقت دا دے چې د بل د متغير کولو نه اول انسان ځان ته تغير وکړي، يعني پۀ خپل ځان توازن، استحکام اؤ وحدت ټينګ کړي اؤ چرې هم نۀ راوپرېږي، نۀ غصه شي او نۀ دا د رښتینولۍ لار د لاس نه خوشې کړي.

    حقيقت دا دے چې د پښتنو دغه ناترسه لوبه هم ځان نه شروع کېږي اؤ تل ئې نجيب مثالونه پرېښې دي. دا داسې لوبه نۀ ده لکه چې د ملا به ئې د بل پۀ سر وکړي بلکې دلته فاعل پښتون پۀ خپله وي. دے کار له پۀ خپله پۀ خپل سر ورځي او کار وباسي او يوه پښتو ټپه هم د دې نفسياتو تصديق کوي لکه چې وائي:

    ديدن د سر پۀ بدله دے

    چې سر ساتې خاورې به وکړې ديدنونه

    د پښتنو د وحدت مرام د رهبرِ تحریک پۀ لارښودنو کښې دے. مونږ باید د خپل سیاسي ګوند سره اوسپنیز پېوستون برقرار ولرو او پۀ یقیني توګه د بې غرضه بې طمعې کار کولو سره مونږ خپلو اهدافو ته د رسد امکانات زیاتولے شو. دې لاره کښې اخطار هغه وخت راولاړېږي چې د عذر خواهۍ، بهانه ګیرۍ او غلطیو ته د وضاحتونو او تشریحاتو لټولو کښې ګېر شو. خداے پاک دې وکړي چې زمونږ قامي ارمانونه ورېژېږي.

  • عقيده مجاهده ده

     

    (تېر پسې)

    جناح ووې چې زۀ به تر هغې د کونسل د پاره نومونه نۀ ورکوم تر څو چې ما ته دا تسله نۀ وي راکړې شوې چې د کونسل ټول مسلمانان غړي به د مسلم لیګ نه وي.

    کله چې کانفرنس پۀ څوارلسمه جولایۍ شروع شو نو وائسراے د دې د ناکامه کېدو اعلان وکړو.

    مولانا ازاد د کانفرنس پۀ ناکامه کېدو خپلو تاثراتو کښې ووې چې کۀ جناح مخالفت نۀ وے کړے نو د کونسل څوارلس غړو کښې به اووۀ کسان مسلمانان وو، اګرچې هندوستان کښې د مسلمانانو د ابادۍ تناسب پنځویشت فیصده دے. دا د کانګرس فراخدلي او د مسلم لیګ د بې عقلۍ څرګندونه ده. ولې مونږ دا نۀ منو چې ګنې مسلم لیګ د مسلمانانو یکي یوه نمائنده او با اختیاره پارټي ده. کومو صوبو کښې چې د مسلمانانو اکثریت دے، پۀ هغو کښې د مسلم لیګ یو هم وزارت نشته. پښتونخوا کښې د کانګرس وزارت دے، پۀ دې وجه دا یو حقیقت دے چې د مسلمانانو د ښۀ دروند اکثریت د مسلم لیګ سره هېڅ تعلق نشته او د مسلم لیګ دا دعويٰ هېڅ جواز نۀ لري چې ګنې دا د ټول هندوستان د مسلمانانو نمائنده پارټي ده.

    ګاندهي وائسراے ته وليکل چې دا کانفرنس د توقعاتو او اميدونو سره د شروع کېدو نه پس پۀ ډېره بده طريقه ناکامه کېدل زما دې شک ته تقويت ورکوي چې سرکار اختيارات هغه کسانو ته ن‍ۀ ورکوي کوم چې پۀ جېلونو کښې اچولے شوي وو.

    دا د مکمل بې يقينۍ حالات وو. پۀ پنځويشتمه جولايۍ عبدالغفار خان د اټک پۀ پل ودرولے شو او خبر کړے شو چې اټک ضلعې ته ستا پۀ تلو پابندي ده او تۀ د ايبټ اباد لاره کښې پرته چچهـ علاقه کښې د خپلو دوستانو سره ملاقات نۀ شې کولے. ضلعي انتظاميې دے ګرفتار کړو او ايبټ اباد کښې ئې پرېښودو. د پنجاب حکومت د خان عبدالغفار خان اټک ضلعې ته نۀ پرېښودو د حالاتو وضاحت داسې کوي؛

    "د اټک ضلعي انتظاميې ته دا اطلاعات ترلاسه شوي وو چې پۀ پنځويشتمه جولايۍ به عبدالغفار خان اټک ته راځي او چچهـ علاقه کښې به د مختلفو اولسي غونډو صدارت کوي. دا هم اطلاعات ترلاسه شوي وو چې ځنې خلق به د دۀ د دورې خلاف مظاهرې کوي او د مسلم ليګ کارکنان پۀ تورو جهنډو سره د خان عبدالغفار خان د استقبال کولو تيارۍ کوي. ضلع کښې د امن و امان د ممکنه خطرې تر مخه ضلعي انتظاميې اټک ضلعې ته د خان عبدالغفار خان پۀ داخله پابندي ولګوله او دے ئې ضلع کښې تقريرونو ته پرې نۀ ښودۀ. د پابندۍ دا حکم ددۀ د روانېدو نه وړاندې پېښور کښې دۀ ته رسولے شوے ؤ. داسې وئيلے شي چې د عبدالغفار خان پۀ دغه ورځ اټک ضلع کښې د تقريرونو کولو څۀ نيت نۀ ؤ، ولې دۀ پۀ دې حقله ضلعي انتظاميې ته څۀ اطلاع نۀ وه ورکړې او ضلعي انتظاميې ته ددې معلومات هغه وخت وشو کله چې دے ماښام پۀ اټک پل ګرفتار کړے شو او د دۀ خلاف د اړي ګړي پېدا کولو د امکان مقدمه درج کړې شوه.

    خان عبدالغفار خان د جولايۍ پۀ پنځوشتم تاريخ د ورځې يوولس بجې اټک پل ته راوسېدۀ. دغلته دے خبر کړے شو چې اټک ضلعې ته ستا پۀ تلو پابندي ده او کۀ تۀ غواړې نو پۀ دې لاره ايبټ اباد ته تلے شې. دۀ ووې چې زۀ چچهـ ته ځم او ايبټ اباد ته نۀ ځم. دۀ ته د تلو اجازت ورنۀکړے شو او دے دغلته د سړک پۀ غاړۀ کښېناستو. دۀ ته ووئيلے شو چې تۀ پۀ هغه تمبوانو کښې انتظار کولے شې کوم چې د سول رسد محکمې د خپلو افسرانو د پاره لګولي دي ولې دۀ ونۀ منله.

    خان عبدالغفار خان ګرفتار نۀ کړے شو او دے د ماښام پورې دغلته ناست ؤ. د اټک انتظاميې دا فېصله وکړه چې دے د هندوستان د دفاع د قانون د شپږيشتمې دفعې د ذيلې څلورمې مادې (26/4) تر مخه د ضلعې نه وویستے شي.

    راتلونکې ورځ دے د رېل ګاډي پۀ ذريعه کېمبل پور )اټک( ته راغے. اټک ضلعې ته د دۀ پۀ راتلو هغه شان پابندي وه او د دۀ د وړاندې څۀ بندوبست نۀ ؤ نو پۀ دې وجه ضلعي انتظاميې دے پۀ يوه فوځي لارۍ کښې يو پوليس سب انسپکټر سره کړو او ايبټ اباد ته ئې ورسوۀ.

    د پنجاب حکومت داسې هېڅ خواهش نشته چې د عبدالغفار خان پۀ دې بيان شک وکړي چې اټک ضلع کښې ئې اولسي غونډو ته د تقرير کولو نیت نۀ ؤ ځکه چې چچهـ علاقه کښې د دۀ تقريرنو د پاره د غونډو جوړولو پۀ غرض څۀ انتظامات نۀ وو شوي خو ضلعي مجسټرېټ ته دا مصدقه اطلاعات ترلاسه شوي وو چې د باچاخان خلاف به مظاهرې کېږي. پۀ ګاونډۍ صوبه کښې اوسنو واقعاتو نه دا خبره واضحه ده چې د يوې پارټۍ د سياسي مشرانو د تقريرونو خلاف بلې پارټۍ څومره احتجاجي مظاهرې کړې دي."

    پۀ اګست کښې د نېشنل کانفرنس د کاروایۍ چې نهرو او عبدالغفار خان پکښې هم ګډون کړے ؤ، پۀ ضد جمو و کشمير کښې دغسې یوه مظاهر شوې وه، خو باچاخان پرې د څۀ ډول غصې یا خفګان څرګندونې پۀ ځاے مبارکي ورکړه او وئيل ئې چې کشميريان به پخوا د خپل سيوري نه وېرېدل او اوس پکښې بېداري راغله.

    د شمله کانفرنس د ناکامه کېدو نه پس پۀ شپږویشتمه جولایۍ برطانيه کښې لېبر پارټي پۀ اقتدار کښې راغله او دوه هفتې وروستو د جاپان سلامي کېدو سره جنګ ختم شو. پۀ يويشتم اګست دا اعلان وشو چې د مرکزي او صوبائي اسمبلیو انتخابات چې څومره زر ممکن وي، دې وکړے شي او وائسراے د صلاح مشورې کولو پۀ غرض لندن ته روان دے. پۀ نورلسم ستمبر د انګلستان او هندوستان نه پۀ يو وخت پۀ رېډيو نشرشوي تقريرونو کښې د برطانيې وزيراعظم او د هندوستان وائسراے ووې چې د برطانيې حکومت دا نيت لري چې څومره زر ممکن وي، د انتخاباتو نه پس به د منتخب نمائنده ګانو سره د صلاح مشورې نه پس د ائين سازۍ اداره جوړولې شي او د برطانيې او هندوستان ترمنځه به د لوظ نامې پۀ مندرجاتو غور کولے شي چې دا شان دې ته اخري شکل ورکړے شي. دا اعلان هم وکړے شو چې وائسراے ته دا اختيار ورکړے شوے دے چې د مرکزي او صوبائي اسمبلیو د انتخاباتو د نتيجو راتلو نه پس د انتظامي کونسل جوړولو د پاره اقدامات وکړي.

    د کانګريس د کارنده کمېټۍ اجلاس پونا کښې د دولسم ستمبر نه واخله تر اتلسم ستمبر پورې جاري ؤ او بيا پۀ يويشتم ستمبر بمبۍ کښې شروع شو. مولانا ازاد د غونډې صدارت کوۀ. ګاندهي پۀ زياتو نشستونو کښې ناست ؤ. پۀ دې موقع ځنې قراردادونه منظور شول چې د يو تعلق پکښې د متحده هندوستان سره ؤ. د قرارداد متن پۀ دې ډول ؤ:

    "د اګست  کال نورلسوه دوه څلوېښتم د قرارداد مطابق به پۀ جمهوري ډول منتخب شوې ائيني اسمبلي د هندوستان د حکومت د پاره ائين تياروي کوم چې به د ټولو فريقو د پاره د منلو جوګه وي. د کانګريس د خیال ؤ چې دا به يو وفاقي ائين وي او باقي پاتې اختيارات به د وفاق وحدتونو ته ورکولے شي. د کراچۍ پۀ کانګريس او نورو غونډو کښې منظور شوي بشري حقونه به د ائين لازمي برخه وي. کانګريس به داسې هېڅ قسمه تجويز سره اتفاق نۀ کوي پۀ کوم کښې چې يوې صوبې يا علاقائي وحدت ته د هندوستان يا وفاق نه د جدا کېدو خبره شوې وي.کانګريس د هندوستان پۀ ازادۍ او وفاقيت يقين لري او د هندوستان يو والے او د نوي دور د لوے وفاق د ماتولو تصور د ټولو متعلقه فريقو د پاره ډېر زيات نقصان ګڼي او دا عملي کول به د ټولو د پاره دردمنده پېښه وي. کميټي دا خبره پۀ جار کوي چې مونږ هېڅ کله دا نۀ غواړو چې پۀ زبردستۍ د خلقو د مرضۍ خلاف يوه اکائي پۀ وفاق کښې پۀ پاتې کېدو مجبوره کړو. د دې اصولو احترام کولو پۀ ذريعه به داسې حالات پيدا کولے شي چې ټول وحدتونه پۀ يو قامي وفاق کښې يو ځاے پاتې شي. پۀ دې اصولو د عمل کولو سره داسې هېڅ قسمه هڅه نۀ ده پکار چې پۀ علامتي وجودونو کښې نوي ګوندونه پېدا کړے شي او نوې مسئلې پېدا کړې شي. هر يو وحدت ته پۀ وفاق کښې مکمله خودمختاري پکار ده."

    د ټول هندوستان کانګريس کمېټۍ غونډه پۀ يويشتم ستمبر ممبۍ کښې شروع شوه. سردار پټېل د وائسراے پۀ تقرير د قرارداد وړاندې کولو پۀ وخت ووې چې د وائسراے تجويزونه مبهم، ناکافي او د تسلۍ جوګه نۀ دي. قرارداد کښې مرکزي اسمبلۍ د پاره پۀ محدوده انتخابونو ټکونه وکړے شول او دې خبرې ته اشاره وکړې شوه چې انتخابي فهرستونو کښې ډېرې کمۍ او کوتاهۍ دي؛ پۀ دې کښې پۀ سياسي پارټیو او ګوندونو د پابندۍ لرې  کولو غوښتنه وکړې شوه او د حکومت نه ئې مطالبه وکړه چې هغه ټول قېديان دې رها کړے شي چا ته چې د سياسي سرګرمیو پۀ وجه سزا اورولې شوې ده. قرارداد کښې د وېول د تجويزونو پۀ دې وجه غندنه وکړې شوه چې مقصد ئې دغه بدعنوانه انتظامیې د نورو څو میاشتو پورې برقراره ساتل دي چې دا شان اختيارات پۀ خپل لاس کښې وساتي. کانګريس به د اقتدار د فوري منتقلۍ د پاره د خلقو د رایې خيال معلومولو پۀ غرض انتخابونو کښې برخه اخلي.

    ګاندهي د کارنده کمېټۍ پۀ زيات شمېر نشستونو کښې شرکت کړے ؤ، ولې د ټول هندوستان د کانګريس کميټۍ پۀ اجلاس کښې نۀ ؤ ناست. عبدالغفار خان به زيات د ګاندهي سره ؤ.

    پۀ پنځویشتم اګست د ټول هندوستان د کانګريس کمېټۍ اجلاس ته راغلي د کرناټک مندوبينو ته خپل تقرير کښې عبد الغفار خان ووې چې د خداے د مخلوق خدمت د الله پاک خدمت دے او دا فرض د عدم تشدد پۀ ذريعه کېدے شي. عدم تشدد يوه عظيمه فلسفه ده او صرف د عدم تشدد پۀ ذريعه پۀ اثرناکه طريقه د تشدد مقابله کېدې شي. پښتونخوا صوبې د تشدد او عدم تشدد دواړه تجربې کړې دي؛ دوي چې د خپلو دې تجربو نه څۀ زده کړي دي هغه دا دي چې کله تشدد ناکامه شي نو د عدم تشدد پۀ ذريعه کاميابي ترلاسه کېدې شي. تشدد د انسانانو د پاره تباهي راوړي او ماتې خوړلې شي او د عدم تشدد د چقولو هره يوه هڅه ناکامه وي او دې سره د عدم تشدد د پېروکارو طاقت نور سېوا کېږي.

    د کال نورلسوه دوه څلوېښتم د تحريک د ذکر کولو پۀ وخت خان عبدالغفار خان ووې چې د تحريک پۀ دوران کښې دا خبره ثابته شوه چې نۀ يواځې د پښتونخوا پۀ خلقو کښې بلکې د هندوستان پۀ هره طبقه کښې د مقابلې جذبه وه خو پۀ دې کښې يو فرق دے او هغه دا چې د پښتونخوا د خلقو سره نۀ يواځې جذبه شته، ورسره د تشدد توان طاقت هم شته دے او دوي ښۀ زيات تشدد کولے شي. خو ددې باوجود د پښتونخوا پۀ مقابله کښې د هندوستان پۀ نورو علاقو کښې د تشدد پېښي زياتې شوې دي. کله چې زما نه پښتانۀ دا تپوس وکړي چې مونږ ولې تشدد ونۀ کړو نو زۀ ورته پۀ ځواب کښې وايم چې کۀ مونږ تشدد شروع کړو نو ددې سره به نورو بنيادمو ته خطره پېدا شي او زما دا يقين دے چې د تشدد پۀ ذريعه مونږ څۀ نۀ شو ترلاسه کولے او دا تشدد به دېر زر زر اوچتولے شي. د برطانيې نه ازادي صرف د عدم تشدد پۀ ذريعه اخستے کېدې شي.

    د عدم تشدد سره د تشدد پۀ طاقت فتح ترلاسه کېدې شي. برطانيه چې لوے طاقت دے او تشدد ښۀ پۀ بې دردۍ سره چقولے شي، د عدم تشدد د لاسه حېرانه ده ـــ دوي چې د عدم تشدد د چقولو څومره کوشش کوي هغه ناکامه کېږي او د خلقو خبرې نورې زياتېږي. دۀ د جرمني او جاپان مثال ورکړو چې د لوے قومي طاقت باوجود کاميابه نۀ شول. تشدد کښې د انسانيت تباهي ده او د انسانيت بچ کولو د پاره د عدم  تشدد لار خپلول ضروري دي.

    د هندوانو او مسلمانانو د مسئلې د ذکر کولو پۀ وخت دۀ ووې چې مسلمانان او هندوان دواړه وروڼه دي. دوي له به د برطانيې د هندوستان نه ويستو د پاره يو ځاے اوږه پۀ اوږه کار کول وي. چا چې د دواړو ترمنځه دومره نفرت پېدا کړے دے چې ماشومانو ته هم د هندو او مسلمان پۀ حواله تربيت ورکولے شي. دۀ د ملک پۀ دې برخه کښې د هلکانو او جينکو د قامي کار پۀ جذبه د خوشالۍ څرګندونه وکړه او وې وئيل چې زۀ پۀ دې ډېر خوشحاله يم چې زنانه د ازادۍ پۀ تحريک کښې ډېر چټک کردار ادا کوي. هر تحريک کښې د ښځو برخه اخستل د بري نخښه وي. پښتونخوا کښې مونږ ښځو ته ډېر درناوے لرو خو مونږ هغوي ته مساوي موقعې نۀ دي ورکړې. اوس زمونږ زنانه رورو وړاندې راځي او دوي به د خپلو نارينو سره اوږه پۀ اوږه د ازادۍ پۀ  جنګ کښې برخه اخلي.

    د کانګريس د کارنده کمېټۍ يوه غونډه د ګاندهي د بنګال د دورې پۀ موقع د دسمبر پۀ اوله هفته کښې رابللې شوې وه. غونډې کښې اهمه خبره انتخابي منشور تيارول وو. ګاندهي ووئيل چې انتخاباتو د پاره ښه تياري دا ده چې کانګريس خپل دننه اتفاق پېدا کړي. دۀ ووئيل چې کانګريس د عدم تشدد د پاليسۍ پۀ برکت ملک کښې يو ډېر اهم مقام ګټلے دے او خپلې دې پاليسۍ ته وده ورکولو سره به د پارټۍ مقام او حېثيت نور زيات او اوچت شي؛ ولې داسې ښکاري چې مونږ د وړاندې تلو پۀ ځاے شا ته لاړو. دۀ دانسته داسې يوه خبره ونۀ کړه چې هغې نه پۀ 1942ز کښې د کانګريس د مشرانو د ګرفتارۍ نه پس د خلقو د ردعمل غندنه مطلب وي. دۀ دا خبره محسوسوله چې کانګريس پۀ دې چپ پاتې نۀ شو. بله خبره پۀ انتخاباتو د لګښتونو وه. دۀ ووې چې حقيقي کاميابي به دا وي چې مونږ د څۀ خرڅ نۀ کولو بغېر انتخابات وګټو. دۀ ووې چې مونږ له د ګټې تاوان نه بې پرواه د خپلو اصولو ژوندي ساتلو پاملرنه پکار ده. ددۀ زيات شمېر سفارشونه کارنده کمېټۍ منظور کړل.

    کلکته کښې عبدالغفار خان ګاندهي سره د پښتونخوا پۀ حالاتو خبرې وکړې او ورته ئې ووې چې زۀ نۀ غواړم چې د انتخابونو د پاره کار وکړم. ګاندهي د دۀ وړاندیز سره  اتفاق وکړو. د کانګريس پارلېماني بورډ دې انتخابي مهم کښې برخه اخستو ته دے تيارولو کښې پاتې راغے. دے پۀ خپلو اصولو ټينګ ولاړ ؤ او د تنظيم سازۍ د پاره ئې د ټولې صوبې دوره کوله. دۀ د حکومتي اهلکارو د کار هم د نزدې نه مشاهده کوله، کومو چې د خدائي خدمتګارو خلاف کار کوۀ.

    نور راتلونکې ګڼه کښې…

  • د فاټا پهٔ اړه د ANP ټول ګونديز کنفرانس – پښتون

    عوامي نېشنل پارټۍ تل د پښتون قام د وحدت خبره کړې ده. پۀ دې لړ کښې پۀ سیاسي عمل او پارلېمان د ګوند باور د دې سیمې د پارلېماني تاریخ یوه ځلنده پاڼه ده. هر څو کۀ د پاکستان ائین پۀ قبائیلي سیمو کښې کله هم د سیاسي عمل او خصوصاً د عوامي نېشنل پارټۍ مداخلت زغملے نۀ دے، حال دا چې د هندوستان د وېش نه وړاندې هم جناح صاحب د پاره لنډي کوتل پورې د دورې بندوبست کېدلو او تحریک انصاف ته د ډرون د مخالفت ډرامې د پاره د وزیرستان سټېج سینګارېدلو، خو د پښتون سیاست مدارانو د پاره دغه سیمه تل No Go Area پاتې شوې ده.

    نن پۀ ملک کښې د امن و امان پۀ تناظر کښې هغه سترګې هم د فخرِ افغان باچاخان او رهبرِ تحریک خان عبدالولي خان د روښانه فکرونو رڼا ته کښېناستې چې د امن او سولې پۀ خبرو کولو به ئې دوي ته پردي اېجنټان او غداران وئیل. د مذکوره ټول ګوندیز کنفرانس نه وروستو د خارجه چارو د وزیر خواجه اٰصف مختلفې خارجي رسنیو سره مرکې د عوامي نېشنل پارټۍ د رسا سیاسي نظریې توثیق دے. باید نن هغه خلق پۀ جلال اباد او ولي باغ کښې د پرتو دغه باباګانو د مزارونو پۀ درشلونو پوزې راکاږي.

    د قبائیلي سیمو خېبر پښتونخوا سره انضمام او د اصلاحاتو پۀ مد کښې د عوامي نېشنل پارټۍ لۀ خوا د ستمبر پۀ څوارلسمه نېټه مېرټ هوټل اسلام باد کښې یو ټول ګوندیز کنفرانس راوبللے شو. دې کنفرانس کښې د مرکزي حکومت واکمن ګوند مسلم لیګ )ن(او خېبر پښتونخوا کښې واکمن ګوند تحریک انصاف نه پرته ټولو نمائنده سیاسي ګوندونو ګډون وکړو. د عوامي نېشنل پارټۍ لۀ خوا رابللي دې ټول ګوند کنفرانس کښې پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ او جمعیت علماء اسلام هم د خپل ټول اختلاف باوجود ګډون وکړو. د یادو شوو ګوندونو ګډون د عوامي نېشنل پارټۍ پۀ سیاست کښې د مکالمې او مفاهمت پۀ عمل د پوخ باور ثبوت دے.

    دې ټول ګوندیز کنفرانس پۀ داسې حال کښې د فاټا اصلاحات پۀ عمل کښې ساه وپوکله چې پۀ نورو مختلفو شوشو مخې ته راوړلو دا انتهائي ضروري عمل پۀ شا کړے شوے ؤ. مونږ خپلو لوستونکو د پاره دې ټول ګوندیز کنفرانس کښې د ګډون کوونکو ګوندونو د مشرانو او نمائندګانو وېناوې پۀ اختصار سره نقل کوو تر څو د فاټا اصلاحاتو پۀ حقله د هغوي موقف د تاریخ د برخې پۀ توګه خوندي شي.

    شاه جي ګل اپريدے

    د عوامي نېشنل پارټۍ او د هغې د رهبر مننه کوم چې د قبائیلي پښتنو درد ئې خپل درد وګڼلو. عوامي نېشنل پراټي مشرانو د دې نه وړاندې هم د افغانستان جنګ او د صوبائي خودمختارۍ پۀ مسئله درست موقف وړاندې کړے ؤ او د دوي دغه دواړه خبرې وخت سمې ثابتې کړې، نو هم دغسې د دوي دا موقف د فاټا د انضمام پۀ حقله هم کۀ ونۀ منلے شو نو دا به ښه نۀ وي. قبائیلي عوام د کربلا د مظلومانو نه زیات ځپلي دي. هلته خو یو وخت ناکه بندي وه، دلته اووۀ کاله نه مسلسل کرفیو ده. دغسې دوېم لوے جنګ کښې هم دومره ظلم نۀ ؤ شوے، څومره چې پۀ دیارلس کالو کښې فاټا کښې شوے دے )او لا کېږي(.

    زۀ د رېفرنډم خبره کولو واله ته دا وایم چې دې ملک خو نورې ډېرې مسئلې هم داسې وې چې پۀ هغې رېفرنډم پکار ؤ، لکه د ملټري کورټ فېصله ـــ پۀ هغې دوي ولې د رېفرنډم غوښتنه نۀ وه کړې؟ د فاټا د مسئلې یکي یو حل پۀ خېبر پښتونخوا کښې انضمام دے.

    سنېټر محمد علي سېف

    زمونږ دې سره اختلاف نشته چې د فاټا انضمام دې خېبر پښتونخوا سره وشي، خو دغه کار دې د ائین مطابق وشي او د دې مسئلې حل دې وقتي سیاسي نۀ وي، بلکې مستقل دې وي.

    سليم صافي

    قبائیلي عوام د روهنګیا مسلمانانو نه زیات ځپلي دي. هلته خو مقامي صحافیان تلے شي، دلته خو پۀ مقامي او غېر مقامي دواړه قسمه صحافیانو د تګ بندېز دے. ما خپله د تګ خواست کړے ؤ نو څومره موده پس راته ووئیل شو چې د پوځ هیلي کاپټر کښې به ځي د پوځیانو معیت کښې ـــ بدترین صورتحال دا دے چې کله باړه کښې تاجرانو پرېس کنفرانس وکړو نو پرېس کلب ته تاله ولګولې شوه او صحافیان پېښور ته وشړلے شول.

    روهنګیا کښې پینځۀ(5)  لکهه دلته دېرش (30) لکهه خلق مهاجر او در پۀ در شول. روهنګیا کښې اووۀ اپرېشنونه وشول او دلته پنځوس پوځي اپرېشنونه شوي دي. روهنګیا هم بنګله دېش او هندوستان نۀ پرېږدي، قبائیل هم سندهـ او پنجاب نۀ پرېږدي ـــ خو د روهنګیا د پاره غږ کوونکي شته، د قبائیلو د پاره خو څوک اواز هم نۀ پورته کوي.

    پاتې د فاټا اولس نه د رایه اخستلو خبره ده نو د یو جرمن ریسرچ سِل سروے لۀ مخه مومند ایجنسۍ کښې ټولو نه کم اویا فیصده او د باقي ایجنسیو لس کم سل فیصده اولس د فاټا خېبر پښتونخوا سره د انضمام حق کښې دے.

    د فاټا پارلېماني جرګې نولس (19) غړو خپله هم د پښتونخوا سره د انضمام د پاره دستخطونه کړي دي، کوم څوک چې د قبائیلي علاقو سټېټس کو پۀ ځاے ساتل غواړي، هغه د پوځ مرستیال دي، پوځ فاټا د خپل اثر لاندې ساتل غواړي.

    ميرحاصل بزنجو:

    قبائیلي نظام کله د جناح او کله پۀ بله نامه قبائیل باندې مسلط/ حمایت کوونکي د دوي استحصال ساتل غواړي. قبائیلي نظام د دنیا فرسوده ترین او بېکاره نظام دے او دا څوک چې د قبائیلي رواج خبره کوي، دوي هم پۀ غلطه دي. بلوچستان کښې هم ډېره بګټي، کوهلو وغېره قبائیل چې بلوچستان کښې ضم شول نو د هغوي پۀ رسم رواج هم هېڅ اثر نۀ دے پرېوتے. قبائیل خپل رسم رواج نه چا منع کړي؟ مېلمستیا، د زنانه عزت او نورو رسمونو رواجونو باندې د انضمام سره هېڅ اثر نۀ پرېوځي.

    سنېټر جهانزېب جمالديني:

    قبائیلي عوام دې زر تر زره پۀ خېبر پښتونخوا کښې ضم شي. قبائیلو اویا کاله د دې ملک د پاره وینې بهیولې دي. زمونږ د ملک د واکمنو خو دا دستور دے چې مسئله پۀ سر راشي نو بیا دوي د حل لارې چارې لټوي. بلوچستان کښې هم چې انسرجنسي شروع شوه نو دوي ته خیال راغلو. مونږ مخکښې چغې وهلې خو چا نۀ منله.

    ولي خان او غوث بخش بزنجو به دغه چغې د افغانستان د شخړې پۀ وخت هم وهلې چې دا د پردو جنګ دے، خو دوي افغانستان تباه کړو. پۀ صوبائي خودمختارۍ غوښتلو هم مونږ غداران او اېجنټان وو خو اتلسم ترمیم زمونږ دغه غوښتنه تر ډېره حده پۀ ځاے کړه ـــ البته دې کښې نور هم ترمیم پکار دے. باید قومي اسمبلۍ کښې دې هم د سېنټ غوندې ټول نشستونه د صوبو تر منځه یو شان کړے شي.

    د افغانستان د پاره د تزویراتي ژورتیا خبره هم غلطه ده. کۀ سبا افغانستان هم دا پالیسي جوړه کړي چې ما ته پاکستان کښې ستراتيژک ډېپټ پکار دے نو بیا به دوي څۀ کوي؟

    حامدالحق حقاني:

    مونږ صوبه پښتونخوا کښې د فاټا د ضم کېدو من و عن د اعلامیې تائید کوو. د دهشتګردۍ او بدامنۍ ختمولو د پاره ضروري ده چې فاټا دې صوبه کښې ضم کړې شي.

    محمود خان اڅکزے:

    قبائیلي ایجنسیانې مختلفو وختونو کښې جوړې کړې شوې دي او د ازادۍ اېکټ کښې فاټا شامله نۀ وه او نۀ اېف سي اٰر د فاټا د پاره ؤ ــ اېف سي اٰر د صوبه سرحد او برټش بلوچستان او پنجاب د پاره ؤ. اېف سي اٰر د پاکستان حکومت فاټا کښې د پاکستان جوړېدو نه پس لګولے دے. 31 جولائي 1947ز کښې جناح صاحب هم وئیلي وو چې قبائیلو سره به د انګرېز معاهدې برقراره ساتلې شي او لارډ وېول قبائیل ته وئیلي وو چې تاسو ازاد او خود مختاره یئ.

    پۀ دې سوچ پکار دے چې قبائیلو ته مولانا فضل الرحمان او اسفندیار خان نۀ شي تلے خو ازبک، چیچن نه تر ایغوره پورې ترې د بدمعاشانو اډه جوړه کړې شوې ده. د بد امنۍ پۀ بهانه هره پېره هلته دراندازي کېږي. کۀ پۀ وزیرو کښې دوه فیصده باغیان دي نو ټول وزیر قبیلې ته ولې سزا ورکړې کېږي. ټوله قبیله ئې خپلې سیمې نه وشړله. نارتهـ وزیرستان کښې اووۀ زره دوکانونه بلډوز شول ـــ ولې دا مارکیټ هم دهشتګرد ؤ څۀ؟ سوات کښې هم چاوڼۍ جوړلو د پاره پنځلس لکهه خلق در پۀ در کړے شول. کۀ تاسو چاوڼۍ جوړوله نو خلق به مو نۀ در پۀ در کول. فضل الرحمان او اسفندیار خان ته به مو روغه جوړه باندې وېنا کړې وه.

    فاټا د پاره بېل یا ټاکلے ګورنر پکار دے، د الېکشن پۀ ذریعه بېل پارلېمان ورله پکار دے.

    سنېټر فرحت الله بابر:

    د ائین ارټیکل 1 فاټا د پاکستان برخه ګرځولې ده. محمود خان اڅکزے صاحب د انډیا اېکټ 1946ز حواله ورکوي خو د دې ارټیکل حواله نۀ ورکوي.

    فاټا پاکستان کښې ګډون کړے، سېنټ او مرکزي اسمبلۍ کښې نشستونه لري خو دنیا کښې صرف دوه هېوادونه اسرائیل او پاکستان دي چې دلته د قانون لاندې د کورونو د بلډوز کولو اجازت شته دے. د فاټا د خلقو متعلق دا خبره چې د دوي خپل رواجونه دي، دوي به د پاکستان قانون ونۀ مني، غلطه ده ـــ ځکه چې هغوي خو د مډل ایسټ قانون هم مني او د پاکستان 750 نه سېوا قانونو کښې 141 قانونه صدر مملکت د قلم پۀ کش فاټا کښې لاګو کړي دي. تر دې چې د فاټا اولس خو د ملټري کورټ قانون خلاف هم چرې لاریون نۀ دے کړے.

    دا یوه بهانه ده د فاټا د عوامو د حقوقو غصب کولو د پاره.

    د "ون مېن ون ووټ" قانون سازۍ پۀ وخت هم دا وئیلے شوي وو چې دلته ټوپکونه دي خلقو سره، لویه خون خرابه به وشي. د پولټیکل اٰرډر اېکټ لاګو کولو پۀ وخت هم وئیلے شوي وو چې سیاسي ګوندونو اجازت سره به فاټا کښې لویه خون خرابي وشي.

    اسلام اباد پۀ هېڅ صورت فاټا لۀ لاسه ویستل نۀ غواړي. پۀ جنګ کښې فاټا د ډرون پۀ ذریعه د ورجینیا امریکا او د امن حالت کښې د اسلام اباد نه کنټرول کېږي. څوک چې فاټا د اسلام اباد هائیکورټ سره تړل غواړي، دا هم دغه د اسلام اباد تسلط پۀ فاټا پاتې کول غواړي.

    پاکستان دې افغانستان پالیسي بدله کړي. تر څو چې دوي افغانستان پینځمه صوبه ګڼي، هغه وخت پورې به فاټا کښې هم امن نۀ راځي.

    دغسې د فاټا د پاره د دوویشتو ګرېډو د چیف اٰپرېټنګ افسر خبره هم ترهناکه ده. زۀ وینم چې راتلونکي وخت کښې به پۀ دې سیټ باندې حاضر سروس پوځي جرنېل مستقل ناست وي او د جي اېچ کیو نه به فاټا کنټرول کېږي، چې دا به زیاته بدترینه خبره وي او دې نه پس به مونږ تاسو فاټا ته کله هم نۀ شو تللے. وخت راغے چې مونږ د شف شف پۀ ځاے پوره شفتالو ووایو.

    مولانا فضل الرحمان:

    د فاټا سټېټس کو د 1890ز نه پس ټاکلې شوې او جناح صاحب هم پاکستان نه پس دغه سټېټس کو پۀ ځاے ساتلې. فاټا کښې مداخلت نۀ دے پکار، دا چیف اپرېټنګ افیسر هم فاټا کښې مداخلت دے.

    څومره پورې چې د فاټا د پسماندګۍ خبره ده نو هغه خان عبدالولي خان مرحوم به وئیل چې مونږ پسمانده نه پس افتاده یو، شا ته پاتې شوي نۀ یو، شا ته پاتې کړے شوي یو. یو فاټا د پاکستان حکومت د قصده پسمانده ساتلې او اوس ئې د دغه پسماندګۍ پۀ جواز باندې صوبه کښې ضم کول غواړي. بلوچستان خو بندوبستي علاقه ده، هلته ولې فاټا نه زیاته پسماندګي ده؟ 2012ز کښې هم صوبائي اسمبلۍ )د عوامي نېشنل پارټۍ حکومت( قرارداد پاس کړے ؤ چې فاټا دې صوبه کښې شامله کړې شي، اٰیا صوبې ته دا اختیار حاصل دے چې د ملک د کومې برخې د سټېټس کو د تبدیلۍ پۀ حقله دا فېصله وکړي؟ مونږ جرګه وغوښته، جرګې ووې چې اصلاحات، بېله صوبه او انضمام هېڅ یو نۀ مسترد کوو خو خلق در پۀ در دي، وړوبے دې دوي پۀ ځاے کړے شي او بیا دې رېفرنډم وشي.

    دلته خو د زمکې رېکارډ نشته نو څنګه به انضمام کېږي؟

    اېف سي اٰر کۀ د کالونیل ازم یادګار دے نو "تعزیراتِ پاکستان" هم هغه د "تعزیراتِ هند" دوېمه نامه ده، او سول بېوروکرېسي هم د انګرېزانو یادګار دے ـــ د یو اېف سي اٰر مخالفت کوونکي هلته د انګرېزانو زرګونه قانونه نافذ کول غواړي. زۀ د انضمام مخالف یا حمایت نۀ کوم خو کۀ تاسو سټېټس کو بدلوئ نو عوامو نه تپوس وکړئ.

    یو بل اهم سوال دا دے چې کۀ فاټا بندوبستي علاقو کښې شامله شي نو د ډېورنډ لائن به څۀ کېږي؟ پۀ کنټرول لائن خو به مونږ د هندوستان خلاف د اللهُ اَکْبَر چغې جنګ کښې ووهو خو کۀ د صوبې بارډر ډېورنډ لائن شو نو هلته به افغانستان سره پۀ جنګ کښې کومه چغه وهو؟

    پروفېسر ابراهيم خان:

    د فاټا د انضمام خبره یواځې د فاټا د څو اېم اېن اېګانو او د بهر د خلقو غوښتنه نۀ ده، دا د فاټا د عوامو مطالبه ده. بد امني د فاټا انضمام پۀ لاره کښې هېڅ خنډ نۀ دے. مونږ د نن د اعلامیې مرسته کوو او پۀ دې دستخط کوو.

    فاټا سره ظلم کېږي. پاتې د اسمبلۍ خبره ده نو د پاکستان اسمبلۍ خو د 1946ز د انتخاب لۀ مخه دوه ځله 1954ز پورې چلېدلې او هغه وخت صرف پۀ دې بحث شوے چې د اراکینو مراعات کم دي. هندوستان 1949ز کښې یو دستور جوړ کړے چې تر اوسه چلېږي. نن دې ټول سیاسي ګوندونه پۀ دې یوه خبره اتفاق وکړي چې طالع پوځي جرنېل به پۀ هېڅ صورت نۀ پرېږدو نو دا به ښه وي.

    زمونږ غوښتنه ده چې فاټا ته دې د 2018ز الېکشن نه وړاندې صوبائي اسمبلۍ کښې نمائندګي ورکړې شي. دې نه وړاندې هم ون یونټ کښې د فاټا نمائندګي د مغربي پاکستان اسمبلۍ کښې پاتې شوې ده.

    ملي مشر اسفنديار ولي خان:

    د پښتنو روایت دے چې کوربه مېلمه ته ځواب نۀ ورکوي خو چونکې دلته تاریخ ومښلے شو نو هڅه کوم چې درستګي ئې وکړم. نو زۀ جواب نۀ کوم، د تاریخ درستګي کوم.

    مولانا صاحب د ډېورنډ د تقدس خبره وکړه نو اٰیا د ارټیکل 1 لاندې فاټا د دې ملک برخه ده او کۀ نه؟ او کۀ ده نو بیا زۀ څنګه ډېورنډ کرښه د پښو لاندې راولم؟ د دې کرښې تقدس خو ضیاء الحق د روس خلاق جنګ کښې د پښو لاندې کړے ؤ خو هغه وخت هم یواځې مونږ وو چې د هغۀ پۀ ضد ولاړ وو ـــ کله چې هم دوي ته ضرورت پېښ شوے نو قبائیلو ته ئې ډېر القابونه پۀ خبرو کښې ورکړي او خپل کار ئې پرې ترسره کړے خو چې د دوي د حقونو خبره راشي نو بیا خبره بل شان شي!!!!

    سلیم صافي چې پۀ فاټا د شوو ظلمونو د پاره کومې خبرې وکړې، ما وئیل چې دے به دا شعر ووائي چې:

    گلستاں کو لہو کی ضرورت پڑی، سب سے پہلے ہی گردن ہماری کٹی

    پھر بھی کہتے ہیں مجھ سے یہ اہلِ چمن، یہ چمن ہے ہمارا تمہارا نہیں

    محمود خان او مولانا صاحب پۀ کمېټۍ اعتراض کوي چې مرکزي حکومت دا ولې جوړه کړه، نو دوي خپله خو د مرکزي حکومت برخمن دي او اعتراض د مرکزي حکومت پۀ کمېټۍ کوي!!! دوي پۀ یو وخت د حکومت او حزب اختلاف دواړو نه برابر مزې اخلي، خو داسې نۀ شي کېدے ـــ اوس دې یا دوي د حکومت وکالت کوي او یا دې اپوزیشن سره شي.

    ما ته خو تر اوسه د محمود خان دا نعره یاده ده چې

    چترال نه تر بولانه

    زما لوے پښتونستانه

    خو نن چې د چترال نه تر بولانه د یو کېدو خبره راغله نو وائي چې زمونږ غوښتنه د برټش بلوچستان ده، نو دې منځ کښې فرق تاسو پۀ خپله راوباسئ چې څۀ فرق دے؟

    محمود خان وائي چې مونږ باندې د فاټا نه بریدونه شوي دي، نو اٰیا د دې بریدونو پۀ وجه مونږ فاټا دغسې بې لاسو بې پښو پرېږدو؟ څو پورې چې  ملکي قوانین فاټا کښې نۀ وي لاګو شوي نو د دې ترهګرۍ او بد امنۍ حل هم ممکن نۀ دے.

    مونږ خو د پۀ خوا نه چغې وهو چې دا جهاد نۀ دے فساد دے، فساد دے او دوي ته اوس "اپرېشن رد الفساد" رایاد شو.

    خو انفرادي دهشتګردي پۀ اپرېشن نۀ ختمېږي ـــ داسې یوه سیاسي مسئله هم نشته چې پۀ خبرو اترو ئې حل نۀ راوځي.

    څو پورې چې د لېنډ رېکارډ خبره ده نو د دیر او سوات هم چې پۀ صوبه کښې انضمام وشو نو هلته هم دغه مسئله وه، دلته به هم حل شي. د فاټا خلق خو نن هم پۀ بندوبستي سیمه کښې پراتۀ دي، د مومند قبیلې 45 فیصده ووټ زما او 85 فیصده ووټ د شېرپاو خان حلقه کښې دے.

    دې سيمه کښې نوي اتحادونه جوړېږي. دنیا د یو قطبیت نه ګڼ قطبي کېږي. خو زمونږ بدقسمتي دا ده چې زمونږ پۀ څلورو کښې د درې ګاونډیان سره د انتهائي حده پورې تعلقات خراب دي، بلکې جنګ ته نزدې صورتحال دے.

    مونږ وایو چې انګرېزي استعمار دلته قبضه کړې وه خو اوس د پاکستان حکومت ته څۀ ضرورت دے چې پۀ دغه سیمه کښې ئې اېف سي اٰر برقرار ساتلے دے؟ او زۀ خو پۀ ډاګه د دوي پۀ نیتونو خپل شک ظاهروم ـــ یو خوا دوي وائي چې پینځۀ کلونو کښې به قبائیل پۀ انتظامي طور خېبر پښتونخوا کښې شاملوو خو بیا وائي چې ټول به لس کلونه اخلي؟ نو زۀ کومه ومنم؟

    اسرائیل نه پس صرف فاټا کښې دا قانون شته چې د ځائي خلقو کورونه او روزګارونه د یو تور قانون پۀ ډاډ وران کړے شي او پۀ انفرادي جرم اجتماعي سزا ورکولې کېږي.

    اوس کۀ مونږ پۀ اخوا دېخوا خبرو کښې پرېوځو نو اېف سي اٰر به کله هم ختم نۀ شي. نواز شریف اعلان کړے ؤ چې فاټا به خېبر پښتونخوا کښې ضم کوو خو شپه پۀ شپه ئې پۀ یو ټیلي فون اعلامیه کښې د اسلام اباد هائیکورټ ته اختیار ورکړو؟

    ظلم دا دے چې کۀ پۀ یو چا څۀ الزام ولګي، کور ئې وران شي، قېد کړے شي نو هغه د دې ملک یو عدالت ته هم د خپل فریاد رسولو حق نۀ لري!!!

    زمونږ پۀ سینه دوه کرښې دي ـــ یوه کرښه فاټا سره او یوه کرښه د جنوبي او شمالي پښتونخوا تر منځه ـــ دې تقسیم شوي حالت کښې مونږ هېڅ غږ او زور نۀ لرو ـــ کۀ مونږ چې یو ځاے شو نو د خپلو حقونو د پاره به د یو مؤثر طاقت حېثیت خپل کړے شو.

  • تورے ڪباړي (افسانه) – اشنغر روغانے

    تورے ڪباړي (افسانه) – اشنغر روغانے

    توره سوکړۍ ږيره، سکڼ رنګ، سترګې او د لاسو ګوتې؟ لکه د ښارو پنجې ـــ پۀ څلور قونجه دنيا کښې د کونډې ابۍ ایکي يوه اسره ـــ “تور خان” ـــ چې کله کله به ئې ورته د ډېرې مينې نه “شهزاده” هم وې، خو د کلي واړۀ وو چې بې د “توري” به ئې ورته بل نوم نۀ اخستو. خوار لا د درې کالو و چې د پلار د زنې نه ئې کونډې ابۍ چيرړه تاو کړې وه.

    وائي چې خمبې به دانو نه لږې او زړونه د خلوص نه ډېر ډک وو. کۀ چا خېرات ورکوۀ کۀ زکات خو د کونډې ابۍ برخه به ئې پۀ ځان قلنګ ګڼله. کله سخته او کله راته، سيکنډي ستنې وې، پۀ شا ئې نۀ کتل او تور خان د اتۀ کالو شو او دومره شو چې کچه اوږو ئې د کباړ درنه بوجۍ اوچته کړه او خپل محنت ئې شروع کړو. چربانګ به د کوره ووتو او ماښام، مازيګر به ئې سېر اوړۀ راخستي وو.

    پۀ مزه مزه وخت تېرېدۀ او د توري شونډه شنه شوه. نور څۀ کوې خو کونډه ابۍ کور پۀ کور ګرځي او وائي “بس دے لورې! طور محمد خان له مې څۀ غم کومه او زۀ هم کور کښې يواځې تنګېږم” او يوه ورځ راغله چې کونډې ابۍ طور خان پۀ رېښتيا پۀ غم واړوۀ. سويلۍ توره نۀ وه خو زيړه وه. د مېرنۍ مور د ګيلو بوغمو نه خداے دمه کړه او د کونډې چوپال ئې د جنت نه کم نۀ ګڼلو. کۀ زرها زيړه، ويرزړې او ناپوهه وه خو سويلۍ نۀ وه، د سپرلي سيلۍ وه. تورے پرې خداے د کباړ د بوجۍ نه خلاص کړو او بازار کښې ئې د کباړ دوکان شروع کړو، دا ئې پرې هم وليکل چې “طور خان کباړي” خو هغه پۀ علاقه کښې پۀ “توري کباړي” مشهور ؤ.

    تورے د وادۀ او روزګار نه پس ښۀ مطمئن ؤ. پۀ توره سپوره ئې ګزاره روانه وه. يوه ورځ د مور پۀ بلنه لږ د وخته کور ته راغے او راتلو سره ورته کونډې ابۍ پۀ رڼو سترګو ووې:

    “يه زويه! اومبارک شه!”

    “قربان ابۍ! پۀ خوږو مې مړه شې، خو.”

    لا طور خان خبره نۀ وه ختمه کړې چې ابۍ پرې ورمخکښې شوه، “هلک دے هلک، پهلوان دے پهلوان.”

    د طور خان زغم کۀ هر څومره ساه راکښله خو د خوشحالۍ اوښکې وې چې لړۍ لړۍ ئې د سترګو نه روانې شوې او غرېو نيولې ئې بيا ابۍ ته ووې،

    “هغه سوېلۍ څنګه ده؟”

    “هغه هم ښۀ ده ـــ ځه ورشه زويه! نمونځ وکړه او د خداے شکر ادا کړه.”

    طور خان د نمونځ اوس ډېر پابند ؤ، ډېر دينداره او پرهېزګاره ؤ. يوه ورځ د ماښام نمونځ نه کور ته راتلو چې رامدل خان ورسره ملاو شو. د علېک سلېک نه پس ئې طور خان له د کاکي مبارکي هم ورکړه او بيا د لختي پۀ غاړه کښېناستل. خبرو خبرو کښې ئې ووې چې “خبر ئې تور خانه! نن سبا ماشومانو ته څاڅکي شروع شوي؟”

    “هو يارو! بازار کښې مې پوسټر ليدلے ؤ او ليکلي ئې وو چې دا څاڅکي واړۀ ماشومان د شل مرضونو نه بچ کوي.”

    رامدل د طور خان خبره پرې کړه، “ساده ګله! د بچو پلار شوې خو لا خبرې هغه د “توري” کوې.”

    طور خان تندے ګونجي کړو، “يار ولې؟ څۀ چل دے؟”

    “وائي چې پۀ دې څاڅکو کښې د نر شادو لاړې شاملې وي، کۀ ماشوم د شلو بيمارو نه بچ کړي نو پۀ نورو سلو بلاګانو ئې واړوي، او اے توريه! ځه کنه! تۀ ترې يو بوتلګے واخله او ورته وايه لېبارټرۍ کښې ئې چېک کوم، در دې ئې کړي!!!”

    ورځې راغلې دکلي ټولو ماشومانو ته څاڅکي شروع شول. طور خان سوېلۍ ته ووي کۀ خبر شوم چې شهزاده له دې دا څاڅکي ورکړي نو بې مرګه دې نۀ پرېږدم او دغسې شهزاده د پوليو نه محرومه پاتې شو.

    پاتې: پۀ مخ

    پاتې:  طورے کباړي

    يوه ورځ طور خان د بازار د تلو نه مخکښې مور ته ووې،

    “دعا کوه نن کۀ خېر وي ښار ته پېره کوم، ټرک بوځم، نو چې راشم د شهزاده سنت به هم وکړم او خېرات به هم وکړو” او دغسې د کور نه روان شو. واقعي ده چې د خداے او انسان يوه اراده نۀ وي. کله چې طور خان د کباړ ټرک ډکوۀ نو د هغۀ نظر پۀ کباړ کښې پروت پۀ يو سلنډر پرېوتۀ. دے ورغې او سلنډر ئې را اوچت کړو خو چې څنګه ئې ورله وال معمولي تاو کړو نو يو ناڅاپي ګړز وشوـــ کونډه ابۍ بيا هم ښه وه د توري پلار له ئې زنه تړلې وه، سوېلۍ خو دومره بد قسمته وه چې د طور خان زنه ئې ونۀ تړلې شوه او خلقو وې چې خلق مړي ته ژاړي، کونډې او سوېلۍ د لرګي هغه بکسې ته ژړل چې د طور خان ټوټې ټوټې اندامونه پکښې پراتۀ وو.

    چې شهزاده د کال شو مور کټ کښې نمر ته اچولے ؤ نو سخته تبه ورله راغله. د نظر پاڼې لوګي وو کۀ د کونډې ټوټکې، هېڅ اثر ئې ونۀ کړو. تبګۍ نۀ وه د رنځ سپېړه وه. د شهزاده کچه هډوکي ئې لکه د وندنې تاو کړل. بس ـــ

    د طور خان او سوېلۍ ترمنځه صرف دغه فرق ؤ چې طور خان د کباړ بوجۍ پۀ اوږو ګرځوله او سوېلۍ د شهزاده بوټۍ.

  • جنګ: د ادم نه تر دی دمه – شمس بونېرے

    جنګ د درې ټکو نه جوړ دے، ولې د دې ټکو پۀ خېټه کښې يو بې پاياوه سمندر وجود لري چې لا تر اوسه ئې پاياو معلوم نۀ دے. د مذهب د لارې نه وړومبے تکرار او جنګ د ملائېکو ؤ چې يه خدايه! د زمکې پۀ سر ولې انسان پېدا کوې؟ زمونږ خدمت او عبادت کښې څۀ کمے دے؟ نو خداے ملائېکو ته ووې، د ادم او د هغۀ د اولاد نه دنيا کښې کار اخلم. ملائېکې چپ شوې او چې ادم عليه السلام جوړ شو او ملائېکو ته حکم وشو چې سجده وکړئ نو د شېطان د جنګ اعلان د سجدې نه انکار ؤ او چې انسان د ادم د اولاد پۀ شکل خور شو نو وړومبے جنګ د هابيل او قابيل نه د دې اغاز او اعلان وشو.

    پۀ ابتدا کښي انسان يا انسانان ډېر بې وسه، مجبوره او د فطرت پۀ رحم کرم پراتۀ وو. نو د وختونو او حالاتو تقاضه وه چې دغه انسان يا انسانان د ځان د دفاع او د زمکې نه د خوراک راوباسلو د پاره د فطرت سره جنګ وکړي او دغه پۀ دنيا کښې د فطرت خلاف د جنګ اعلان نامه وه. تيرې د وېرې نمونه او ابتدائي اوزار د ښکار او زمکې نه د خوراک پېدا کولو فکر هم د فطرت سره د ذهني جنګ مېدان ته شو.

    بارانونه، واورې او ږلۍ ورېدې او انسان لکه د ځناور پۀ غار کښې پروت ؤ. نۀ اور ؤ چې ځان ئې تود کړے وے او نۀ رڼا وه چې درک او پته د لار او د تلو ولګوي. دا ټول شيان د لارې خنډ وو او د دې پۀ ضد جنګ ضروري او لازمي ؤ.

    نو جنګ پۀ مزه مزه روان شو ځکه چې تر څو به ئې اسمانونو ته کتل پۀ سوالونو او عبادتونو بۀ ئې د ځان دفاع کوله، د وخت او ژوند دواړو ضرورت ؤ چې د تيرو پۀ ضد رڼا پېدا کړي، د وجود د پاره د پټولو او تودولو د پاره څۀ د اونې پټ څرمن پېدا کړي، د پېداوار او ښکار اوزار پېدا کړي.

    د فطري جنګ سره سره پۀ انسانانو کښي خانداني، قبيلوي او قبائېلي جنګونه شروع شول. دې جنګونو سرداران، بادشاهان او راهبان جادوګر پېدا کولو سره د ملکيت د سوچ بڅري هم مېدان ته وغورځولو او تابعدارۍ سره سره ئې د غلامۍ پۀ درشل قدم کېښودو. د وخت د تېرېدو سره دا قبيح عملونه نور هم خوارۀ شول او انسانان غلامان شول. بد تره او بې شرمه ژوندون شروع شو، ولې جنګ هم ورسره پۀ نوي شکل کښې وده کوله.

    د وختونو پۀ تسلسل کښې غلامانو د خپلې ازادۍ جنګونه شروع کړل. تاريخ د دې جنګونو مزاحمتونو نه ډک دے. د ډېر اوږد جنګ نه پس غلامان ازاد او غلامي ختمه شوه خو د وخت، حالاتو او د ملکيت دغې نظام غلامان پۀ نوي شکل او نوي نوم پۀ زمکو پورې وتړل او د غلام پۀ ځاے د کِسان او د مالک ځاے جاګيردار نوم پېدا شو او دغه نظام د غلامۍ نه جاګير دارۍ ته بدل شو. ولې د ظلم، ستم، جبر او زور دستور پۀ زړه طريقه روان ؤ. د هر عمل ردعمل يوفطري اصول وي، د جاګير دارۍ پۀ ضد جنګ او مبارزه لازم ملزوم عمل ؤ.

    يو خوا د جاګيردارۍ پۀ ضد جنګونه روان وو، ولې بل طرف ته د بنيادي ضرورتونو د پاره وړې وړې کارخانې او مارکيټ هم منځ ته راغے. د انساني ضرورت تقاضې وې چې کارخانې وده وکړي او خام مال پۀ کار رواستے شي نو دغې کارخانو ته د مزدور ضرورت ؤ چې د زمکې پۀ ځاے د بدني او مهارتي محنت دلته وکړي نو ځکه د جاګيردارۍ پۀ جنګ کښې پۀ څۀ نه څۀ شکل کښي د دوي مرسته او ګډون ؤ. دغې اوږدو جنګونو بادشاهت او جاګيردارۍ دواړه ختم او کمزوري کړل او سرمايه دارانه نظام پۀ وجود کښي راغے. کِسان اوس مزدور شو سرمايه پۀ انسان مارکيټ او دنيا سکه شوه. د سکې چلند او استعمال قرضونو، بېنکونو، تجارت او کارخانو ته زور ورکړو.

    د اسمانونو د قانون پۀ ځاے پۀ زمکه بدتر قوانين جوړ شول. د سرمايه دار او مزدور پۀ منځ کښې يوه نوې طبقه د منځنۍ طبقې پۀ نوم هم پېدا شوه خو دغې طبقې لا تراوسه هم فعال رول نۀ دے ادا کړے. سرمايه دارۍ کښې د دياړۍ پۀ ځاے د تنخوا نوم منځ ته راغے، ولې پۀ ژوند کښې مثبت بدلون رانغلو نو د سرمايې پۀ ضد د جنګ وړومبے اغاز د هړتال پۀ نامه وشو. د دې هړتالونو د مزاحمت د پاره رياست، پوځ، پولس، قانون، عدالت او جېلونه جوړ کړل. د سرمايه دار کار او مدافعت به دغه ادارو کولو. دغې ادارو به د ماتحت او خدمتي فرد پۀ شان د دوي خدمت کولو. د دغې ادارو او رياست ښکار هم دغه پېداواري مزدور ؤ. دغې هړتالونو د بغاوتونو شکل اختيار کړو. ددې ظالم رياست او سرمايه دارۍ پۀ ضد مزدور د پاره يوه نوې نظريه د سوشلزم پۀ نوم مېدان ته راغله او دغه نظريه رو رو د دانشورانو پۀ واسطه کتابونو او مبحثونو نه د جنګ مېدان کښي ښکاره شوه.

    وړومبے جنګ عظيم چې مختلفو ملکونو د خپلې بالادستۍ، قبضې او عالمي مارکيټ اخستلو د پاره کولو نو پۀ دغه جنګ کښې د شوروي اتحاد پۀ نوم يو نوے ملک وجود ته راغے. دا نظريه هغه ملکونو قبوله او تائيد کړه چې د غاصب، سرمايه دار، ذهني، عملي او ملکي طور د پنجو د لاندې ؤ. ددې نظر او نظريې لۀ کبله پۀ دنيا کښې د قامي ازادۍ او انساني حقونو د لاس ته راوستلو د پاره نوو جنګونو ځان ښکاره کړو. دا جنګونه پۀ ځنې ملکونو کښې سياسي وو او ځنو ملکونو کښي وسله وال وو، خو د دواړو هدف قامي او سياسي ازادي وه. د دنيا تاريخ د دې جنګونو نه ډک دے او د دې جنګونو او مبارزو پۀ تسلسل کښې دوېم عالمي جنګ شروع شو. دغه دوېم جنګ د سوشلزم نظريه نوره تقويه او خوره کړه. قابض او زورګيرو هېوادونو ماتې وخوړۀ او نوې دنيا پۀ دوه بلاکه کښې جوړه او ښکاره شوه چې يو قوت او بلاک ئې شوروي حکومت او بله امريکا وه.

    سوشلسټ قوت د خپل فکر او نظر ټول مخالف اولس دښمنه وګرځول او پۀ بربنډه توګه ئې د خپلې پارټۍ ډکټېټرشپ اعلان او روان کړ او عالمي دنيا کښې ئې د خپل فکر او نظر خاوندانو ته مالي کومک، لټرېچر او چرته چې ضرورت ؤ، خفيه اسلحه ورکړه او دغه شان بل قوت امريکې پۀ عالمي معيشت او مارکيټ قبضه وکړه او ښۀ پۀ رنګينه او خوږه نعره د جمهوريت پۀ نامه ئې ملکونه پۀ معاشي مزو پۀ هنر کلک وتړل. د ځان پۀ ملګرتيا او د شوروي اتحاد پۀ ضد ئې د نورو ملکونو سره د سيټو سينټو او نورې حفيه معاهدې وکړې. پۀ سمندرونو او د ملکونو پۀ زمکه ئې هوائي او بحري اډې جوړې کړې او د سوشلزم د ورکولو او شوروي اتحاد د ناکامولو د پاره ئې د خپل اثر د لاندې ملکونو ته هدايات وکړل چې د شوروي اتحاد سره سياسي، اقتصادي او پوځي لوظ نامې مۀ کوئ او چرته چې ستاسو ملکونو کښې د سوشلزم د سياسي نظر ګوند يا ملک وي، پۀ دوي نظر ساتئ او د دوي پۀ شا کولو د پاره رياست او حکومتي ادارې استعمالوئ. دا د حفيه جنګ پۀ نوم چلېدلې او ډېر زيانونه ئې کړي دي. دغسې ئې پۀ نړۍ کښې جنګ نه بغېر پۀ سفارتي جنګ خپل اهداف لاسونو ته راوړي دي.

    وخت پۀ ځاے نۀ ودرېږي، نوي حالات نوي شيان او نوي ضرورتونه پېدا کوي. د زړو وختونو د پاتې کېدو او د نوو حالاتو پېدا کېدو هم نوي جنګونه روان دي. د دې ښکاره مثال د شوروي اتحاد پۀ شا بوتلل او دنيا نن پۀ یوه پښه امريکه ولاړه ده.

    د دنيا پۀ سياست، معشيت او تجارت کښې فرق راځي نو د خپل ځان ساتلو د پاره هم نوي عمليات پۀ منظمه او حفيه شکلونو کښې هم روان دي. د شوروي اتحاد پۀ شا بوتلو کښې دوه نوي جنګونو مېدان ته شول او دې نوو جنګونو نۀ يواځې خپل اثرات څرګند کړل بلکې روان دي خپل اهداف سر ته رسوي. يو پراکسي جنګ او بل سوړ جنګ دے ـــ دا جنګونه پراکسي جنګ (Proxy War) او بل د سوړ اعصابي جنګ (Cold War) پۀ شکل کښې وو او د امريکې د حکمت عملۍ لۀ سببه ئې هغوي ته ډېره وده او فائده وکړه.

    ددې ښکاره او لوے مثال د افغانستان پۀ جنګ کښې د شوروي اتحاد شرکت او مداخلت ؤ او دغه مداخلت کښې امريکې د شوروي اتحاد نه د کيوبا او ېتنام بدل واخستو. دا پراکسي جنګ د لېبيا او عراق زاړۀ زاړۀ دوستان د حکومتونو نه بې دخله او مړۀ کړل، د برلن دېوال مات شو، خپلو اتۀ رياستونو ترې لمنې جدا کړې او د اېشياء لوے قوت هندوستان چې د شوروي اتحاد کلک دوست او ملګرے ؤ، ئې د لاسه ووتو. د دنيا لوے سوشلسټي ملک چين له امريکې جوړ خوږ د سرمايې چاکلېټ پۀ خولۀ کښې ورکړو نو ځکه اوس د شوروي اتحاد پۀ ضد لګيا دے.دخپلې سرمايې تحفظ کوي، د نظريې تحفظ ترې هېر دے.

    د پراکسي جنګ نه علاوه پۀ نړۍ کښې اعصابي جنګ هم روان دے. پۀ دې اعصابي جنګ کښې معاشي بندېز، تجارتي ترسيل پۀ شا کول، پرېشر او دباوونه غورځول، د عدم سکون فضا او ماحول ته وده ورکول، د ځان او مال خطر پېدا کول او مخالف ملکونو کښې اندروني ګډوډي جوړول او مسلکي، مذهبي قوتونو ته کومک او وسله ورکولو کښې برخه او حصه اخلي.

    دا اعصابي جنګ نن هم ښۀ پۀ زور او شور کښې روان دے. شوروي اتحاد او سوشلسټ بلاک ماتې وخوړۀ. امريکه پۀ نوي شکل او زور ښکاره او سوره شوه. زاړۀ دوستان ئې پرېښودل، د نوو يارانو دوستانو پۀ تکل شوه. د افغانستان نه ئې د شوروي اتحاد پوځ شړلے خو ولې د خپل پوځ سره افغانستان کښې کښېناسته او د پراکسي وار پۀ جنګ کښې ئې چې کوم ملک خوښ کړے او خپل کړے ؤ، د مذهب او جهاد پټکے ئې ورته پۀ سر کړے ؤ، اوس هغه ملک ئې پۀ اعصابي جنګ کښې ګېر کړے او د نوې پالېسۍ پۀ نوم د نزعې پۀ حالت کښې پروت دے. پخواني مذهبي جنګونه پۀ نړۍ خصوصاً د عربو او اېشياء پۀ خاوره خپل داستانونه او قيصې لري، ولې نوې دنيا کښې هم د مذهبي جنګ لوے ګزار نائن اېلېون د امريکې واقعه ده چې نړۍ ئې ځان ته متوجه کړه. د دغې مذهبي جنګونو پۀ ضد پالېسۍ جوړې شوې، ولې دا جنګونه ولاړ نۀ دي ـــ نن هم پۀ پاکستان کښې دننه د شلو پورې داسې خفيه او څرګند تنظيمونه شته چې د جهاد پۀ نوم پۀ ملک دننه بهر، افغانستان، شام، چين او کشمير کښې ښکاره جنګونه کوي. دا جنګونه ددې نوي دور پۀ مخ تور او ښکاره داغونه دي.

    د جنګونو پۀ دې تسلسل کښې يواځې توپه، ټوپک، جهاز او ټېنک نۀ دي استعمال شوي بلکې پۀ دې جنګونو کښې قلم او د قلم خاوندانو هم ډېر اوږد جنګ کړے دے. اوس هم چې د امن نعره شته، روانه ده او اواز ئې کېږي، دا نعره او دا جنګ هم د قلم د خاوندانو جنګ او نعره ده.

    د دنيا سرمايه دارو او قابض ملکونو ځان له د خپل طبيعت زور، جبر، جنګ او مفاداتو پۀ رڼا کښې جوړه کړې ده چې نن ئې د اقوام متحده پۀ شکل کښې راغونډه کړې او قبا ئې د ګلوبل وېلج (Global Village) پۀ شکل کښې جوړوي نو د دې فکر پۀ تناظر کښې پۀ زړو ملکونو او قامونو کښې هم نوے نظر او فکر پۀ نظر راځي چې وده کوي ـــ نو د نوې دنيا د نقشې فکر خورېږي او پۀ زوړ دور کښې چې قابض او جنګي ملکونو کوم قامونه د خپل زور او پالېسۍ پۀ سبب جوړ کړي وو، نن پۀ هغو کښې قامي، ملي، کلتوري او جغرافيائي حالاتو د نوي بدلون فکر او شعور پېدا او خور کړو، ځکه چې دوېم عالمي جنګ د برلن دېوال جوړ کړے، کوريا او يمن ئې پۀ دوه حصو کښې، پښتانۀ پۀ درې حصو کښې، کشمير نيم يو خوا نيم بل خوا پروت دے نو د دې قامونو او ملکونو خلق دغې تقسيم ته غېر فطري او پۀ سپک نظر ګوري. د دې وخت لبرل مترقي جهموري او قامي فکرونه وړو او عالمي جنګونو ته لاره پرانستل بد ګڼي نو ځکه نوې نعره امن، سکون، قامي وحدت د نوې دنيا نعره ده. اوس عدم مداخلت او قامي حقونه ورکول د دې وخت نوې اېجنډه ده.

    د ادم نه تر دې دمه د جنګ او جدل دغه مختصر روداد ستاسو پۀ وړاندې زما نظر دے. د سبا جنګونه به څۀ اوکوم شکل اختياروي، پوهان د اوس نه بندونه هم تړلے شي او نظرونه هم ورکولے شي، ځکه چې دا معقوله لۀ عامه او خاصه ده چې د نن کار سبا ته مۀ پرېږدئ!

  • شاه حسن خېل لکي مروت د کونډو او يتيمانو مېنه : عزیزالله خان

    د بي بي سي ډاټ کام پهٔ مننه ژباړه شوې لیکنه

    د کبل بي بي قیصه د کبل )سوات(،

    قبائیل،کوئټې او کابل قیصه هم ده

    دا د خېبر پښتونخوا د جنوبي ضلعې لکي مروت د کلي شاه حسن خېل خبره ده چرته چې اووۀ کاله وړاندې یو ځانمرګي برید کښې یو سل او لس کسان وژلے شوي وو او دوه سوه نه زیات ژوبل شوي وو. ځانمرګي برید کښې اویا نه اتیا پورې کورنیو ګټونکي لاسونه بائیلل او نن د دغه کورنیو روزنې او پالنې د پاره کونډې شوې ښځې مزدوري کوي.

    تېر حکومت وژلے شوو ته سړي سر درې لکهه او ژوبل شوو ته سړي سر یو لاکهـ روپۍ ورکړې وې چې یقیناً دغه د اوږدې مودې پورې د ضرورتونو پوره کولو پۀ ځاے څو میاشتو کښې ختمې شوې.

    شاه حسن خېل کښې د یوې کونډې "کبل بي بي" مېړۀ او دوه زامن دغه برید کښې وژلے شوي وو ـــ اوس یو کور کښې درې کونډې مېشته دي. د کبل بي بي اتۀ زامنو کښې اوس شپږ پاتې دي ـــ د ټولو نه مشر لسم کړے دے او اوس کټونو بڼلو کار کوي. کبل بي بي پۀ خپله د غرونو نه مېزري راوړي او بوڼ ترې رغړي. دغه بوڼ/ بیاسته د لسو نه تر د شلو روپیو وي او د دې بوڼ معاوضه کښې ورته د یو وخت ډوډۍ ترلاسه کېږي.

    کبل بي بي ووئیل چې د هغې خاوند به مزدوري کوله ـــ لویو زامنو به ئې هم دیاړي وکړه خو اوس ورکره لوږې دېره شوې دي. کله کله د پیاز تره یا د ټماټره ډکره ومومي او کله کله پرې شپه هم نهره تېرېږي.

    کبل بي بي ووې،

    "کونډه شوې یم، اوس مې د زړۀ زور هم نشته. لاسونه مې بې زوره شوي دي، نمړۍ پرې نۀ شم شوکولې. د ژوند ازمېښتونه دي او مونږ یو."

    هغې ووې کۀ حکومت لاس راکړي او بچي مو د څۀ روزګار جوګه شي نو کېدے شي چې څۀ ښه ورځ هم ووینو.

    کبل بي بي د ځان سره د خپل کلي د نورو کونډو ویر هم وکړو چې هم دغه ازمېښتونو سره مخ دي.

    د کټونو بڼلو د پاره بوڼ د ځنګلونو نه د راوړے شوو مېزرو نه جوړېږي. دا مېزري راوړل ډېر ګران کار وي. پۀ دغه بوڼ رغښتلو د کبل بي بي لاسونه لرګي شوي دي. هم دا حال د دغه کلي د ټولو کونډو د لاسونو دے.

    پۀ دې کلي د دغه خونړي ځانمرګي برید نخښې اوس هم څرګنده ښکاري. زیاتره ژوبل شوي اوس نیمګړي او معذوره دي. د وژل شوو بچي د یتیمۍ، بې ارزۍ او بې څوکۍ ژوند کوي.

    دغه کونډې د خپلو وړو بچو سترګو ته ناستې دي، بیا ئې کورونه نۀ دي ودان کړي. حکومت د دوي ښېګړې د پاره هېڅ ګام نۀ دے پورته کړے.

    د شاه حسن خېل مرکزي څلورلاره (چوک) کښې د کلي مشران ناست وو. وېلج ناظم عبدالمالک مونږ ته ووې چې د دې کلي هره کوڅه کښې کونډې او یتیمان دي، مشران فکر مند دي چې کۀ حکومت د دوي څۀ فکر نۀ کوي نو راتلونکي کښې حالات لا خرابېدو پله تلے شي.

    هغۀ زیاته کړه چې دا کونډې ښځې د ذهني دباو ښکار دي او ډېرې پکښې نفسیاتي مریضانې شوې دي. پۀ مړه ګېډه ډوډۍ ئې هم نصیب کښې نشته.

    دې نه څوک نۀ دي خبر چې اووۀ کاله وړاندې د دغه خونړي برید هدف څوک وو، خو د دې کلي مېدانونه، ډاګې او پټي شاړ شوي دي او دلته نېستۍ، بې وسۍ او لوږې دېره شوې دي.

     

    تاثر

    اووۀ کاله وړاندې دغه ځانمرګے برید شاه حسن خېلو کښې د والي بال د لوبې لویه ډاګه کښې شوے ؤ. پۀ دغه وخت هلته د څلور سوو نه زیات نندارچیان او لوبغاړي ناست وو. بم کښې دوه سوه اویا کلو بارودي مواد کارولے شوي وو چې درز او ړق ئې اتلس کلومیټره فاصله کښې محسوس شوے ؤ. مونږ د ښاغلي عزیزالله خان دا خبره نۀ شو منلې چې ګنې د دغه برید هدف نامعلومه ؤ ـــ هدف ډېر څرګند دے ـــ شاه حسن خېل کلي کښې د لوبو ډاګې ته د څلور سوه خلقو راتګ ـــ د برید پۀ وخت خوا ته جومات کښې د علاقائي امن جرګې غونډه (یاده دې وي چې د چاودنې سره د جومات چت ړنګ شوے ؤ خو څوک پکښې مړۀ شوي نۀ وو) ـــ د دغه برید ښکاره هدف د سیمې امن ؤ، اولس کښې وېره او د ترهګرۍ پۀ ضد څرګند موقف لرونکي جمهوري حکومت ته پۀ لاره کښې د وینو سیندونه "ودرول" وو.

    کۀ مونږ وګورو نو د لکي مروت د شاه حسن خېلو د کبل بي بي چې څۀ حالات دي، د سوات کبل، قبائیل، کوئټه او کابل کښې هم ټولې بیبیانې د دغه حالاتو سره مخ شوې دي.

    د دې خاورې کاڼي بوټي شهیدان دي

    نن هم یو اړخ نه د نصاب تر لارې او بل اړخ نه د ریاستي بیانیې پۀ زور د اولسونو ذهنونه د مفلوج کولو سلسله روانه ده. نصاب نه پس میډیا هم پۀ ډېره سائنسي طریقه متشدده بیانیه خوروي. انګلش اخبار کښې چې کومه خبره زغملې کېږي، هغه خبره پښتو، اردو او نورو ژبو کښې خپرېدونکو ورځپاڼو او مجلو کښې نۀ زغملې کېږي. یعنې د ډپلومېټ سرکلز او اولس تر منځ د خبرونو رسد کښې هم فرق ساتلے کېږي.

    شاه حسن خېل کښې دا چاودنه د هغه سلسلې کړۍ وه چې تر ننه ئې زور او شور د پښتون وطن احساسونه غوڅوي. د زلمي کهول او د هغوي د هیلو او امیدونو، جذبو او ولولو وژلو د پاره شروع شوې دغه سلسله تر دې دمه روانه ده. شاه حسن خېل کښې زلمي لوبغاړي او نندارچیان پۀ نخښه کولو نه پس بله لویه پېښه د اٰرمي پبلک سکول، دې پسې باچاخان پوهنتون، کوئټه او مردان کښې وکیلانو نه راواخله پۀ کابل کښې پوهنتون باندې برید پورې هرې واقعې د کبل بیبیانو شمېر زیات کړے دے. یو اړخ ته کۀ د ترهګرۍ مونډ ویستلو د پاره پۀ خپل شوي لائحه عمل (نېشنل اېکشن پلان) عمل درامد واضحه نۀ دے نو بله خوا یوه اجتماعي اولسي بې حسي هم د ترهګرۍ سلسله روانه ساتلو کښې ذمه واره ده. د پیاز ټماټر نرخ ختلو، د بجلۍ پۀ نشتوالي او نورو امروزه خبرو احتجاج کېږي خو د ترهګرۍ د پېښې خلاف احتجاج نۀ کېږي.

    د مهذبو قامونو احتجاجونه هم مهذب وي. دلته کۀ دې ملک کښې د ټولو نه مهمه خبره "د امن خبره" د احتجاج صورت کښې کول قامي سلامتۍ د پاره خطره ګڼلې کېږي نو باید اولس پۀ انتخاباتو کښې هغه قوتونه مسترد کړي چې پۀ مخ ئې د مذهب، وطن، انقلاب، تبدیلۍ او نورو خوش فهمه نعرو غلافونه ځوړند کړي وي او هغه خلقو سره ودرېږي چې د امن حصول د پاره سیاسي مبارزه هم کوي او د خپل اولس سره پۀ دغه سنګر هم وړومبي صف کښې ولاړ وي.

    د کبل بیبیانو شمېر زیاتېدو کښې اولس خپله هم ذمه وار دے. د یو چا د وادۀ او کوېژدن نېټه ایښودونکې، تمبل غږوونکې، پۀ ستونو ګرځېدونکې مور څۀ وخت هم "کبل بي بي" کېدې شي