Author: pakhtoon

  • د ادغام مسئله – داکتر خادم حسین

    د ادغام مسئله – داکتر خادم حسین

    مونږ د انګرېزۍ ورځپاڼې DAWN پۀ مننه د دې لیکنې ژباړه خپلو لوستونکو د پاره دلته وړاندې کوو.

    د فاټا اصلاحاتو نفاذ د پاره د قومي کمېټۍ لۀ خوا د ملکي مالیاتي کمېشن پۀ قابلِ تقسیم پېسو کښې، راتلونکو لسو کلونو د پاره، د فاټا برخه متعین کولو او بېلولو پۀ اړه د خزانې وزارت ته ورکړے شوي هدایات د خواشینۍ وړ خبره ده. د دې اصلاحاتو نفاذ د پاره یادې کمېټۍ نور څلور متعلقه اړخونه لکه سیاسي، قانوني، اقتصادي او امنیتي ادارې هم پۀ ګوته کړې دي.

    هر څو کۀ د فاټا د اولس وړومبنے انتخاب، چې لس ګوندیز سیاسي اتحاد ئې هم پۀ ملاتړ ولاړ دے، د فاټا خېبر پښتونخوا کښې ادغام دے؛ خو ځینې کړۍ د فاټا د اولس او د هغوي پۀ ملاتړ ولاړ د لس ګوندیز سیاسي اتحاد لۀ خوا د ادغام دغه قابلِ عمل انتخاب د شک پۀ چاټۍ کښې شاربي. دې لړ کښې عموماً دوه تحفظات څنډلے کېږي ـــ وړومبے دا چې دې ادغام نه اګاهو دې د فاټا د اولس رایه واخستې شي؛ مطلب به ئې شاید دا وي چې اکثریت به د ادغام حق کښې نۀ وي ـــ دوېمه دا چې د فاټا مخصوص معروض او مزاج پام کښې لرلو او دلته د ریاستي ادارو د عدم فعالیت لۀ وجې باید د حکومتي عملدارۍ یقیني کولو د پاره یو ځانګړے بندوبست وشي.

    د فاټا د ادغام تر شا د کلک ملاتړ پۀ حقله څلور نشاندهۍ ډېرې مهمې دي:

    1. لس ګوندیز سیاسي اتحاد، چې د خېبر پښتونخوا او فاټا ټول اهم سیاسي ګوندونه پکښې اشتراک لري، د جمعیت د )ف( ډلې نه علاوه، ټول د دې ادغام ملاتړ کوي.
    2. کال دوه زره پنځلس 2015) ز( کښې، د فاټا څخه ټول پۀ ټوله نولس (19) د مرکزي اسمبلۍ غړو او سنېټرانو پۀ پارلېمان کښې مشترکه غوښتنه کړې وه چې د یو نجي بِل تر لارې دې فاټا پۀ خېبر پښتونخوا کښې ضم کړې شي.
    3. ټولې سرکاري او غېر سرکاري ارزونې (Surveys)، راپورونه او کمېشنونه دا حقیقت پۀ ډاګه کوي چې د فاټا اولس دروند اکثریت د ادغام مرسته کوي.
    4. د فاټا د اووۀ واړه ایجنسیو څخه فعالینو، سوِل سوسائټۍ، ټولنیزو ډلو او پوهانو، شاعرانو ادیبانو پۀ یو اېړ د ادغام پۀ حق کښې ګڼې مظاهرې، لاریونونه او احتجاجونه کړي دي.

    تر کومه چې د بل شک او شرط خبره ده، نو ډېر لږ تجزیه کاران او مبصرین به د خېبر پښتونخوا د انتظامی ضلعو او دوي سره د متصل قبائیلي ایجنسیو پۀ ثقافت کښې د پام وړ توپیر پۀ ګوته کړي. خو دا کوم فرق چې به ډېر پۀ ګرانه دوي پۀ ګوته کړے شي، دا هم د هغه استعماري انتظامي ځاندرې ورکړه ده چې د فاټا اولس ئې لۀ خپل وجوده شوکېدلي جدا ساتلي دي. د فاټا پۀ ادغام کښې نور ځنډ به د دې اولس د ستونزو او بدبختیو مزے نور هم وغزوي.

    د پاکستان پۀ بنیادي ادارو کښې د اصلاح او ترمیم ضرورت هر څوک محسوسوي. دې اصلاحاتو لپاره باید مقتدر قوتونه پالیسۍ کښې ستر بدلون ته غاړه کېږدي او ملک د یو “پوځي ریاست” نه “فلاحي ریاست” ته واړولے شي. دا یوه ډېره ناشونې او ناوړه مفروضه ده چې ګنې ملک کښې د رائج ائیني، قانوني او عدالتي نظام نه بېل اصلاح شوے انتظامي چوکاټ دې فاټا کښې لاګو کړے شي. د داسې ځانګړي اصلاح شوي انتظامي چوکاټ وکالت د اصلاحاتو د نفاذ لاره کښې د ځنډ یو بل عذر او تیارۀ مخې ته راوړي. د دې مطلب به دا وي چې د فاټا اولس به هم دغسې پۀ استحصال اډاڼه د یو فرسوده، غېر انساني نظام بندیان وي او فاټا به هم دغسې د نامعلومه وخت پورې د غېر معقوله جنګي عملیاتو ډګر او مورچه وي.

    اوس دا خبره غوڅه ده چې د حکومت او پاکستان ریاست سره د اېف سي اٰر د تور قانون مونډ ویستلو نه پرته بله لاره نۀ ده پاتې. پۀ سیمئیز، ملکي او نړیوال کچ مخې ته راتلونکي واقعات ډېر شدت سره فاټا کښې زر تر زره د انتظامي، عدالتي، سیاسي او اقتصادي اصلاحاتو غوښتنه کوي.

    د حکومت مقتدره ایوانونو کښې د فاټا اصلاحاتو پۀ اړوند پۀ هغه سپارښتنو، وړاندیزونو او مباحثو رڼا اچول ډېر مهم دي چې د لړمون نه ئې ګڼې معمې زېږېږي ـــ لکه چې وائي باید د قبائیلي سیمو رواج بِل (2017) د اېف سي اٰر ځاے ونیسي ـــ دا یو بیخي نیمګړے او ځان غولوونکے تصور دے چې ماتې او ناکامي ئې ځکه هم لۀ ورایه څرګنده ده چې دغه رواج بِل کښې ډېرې بې قاعدګۍ دي. لکه د فاټا ترقیاتي کونسل مشر به ګورنر وي نۀ چې وزیر اعليٰ چې دا خپله د ځان نفي کوي. دغسې عبوري دورې د پاره د چیف کوارډینېشن افسر یوه نوې عهده منځ ته راوړل به اولس کښې بدګماني پېدا کوي. پۀ فاټا کښې بلدیاتي انتخابات د دوه زره اتلس (2018) نه هم وروستو وړل به د دې سیمې د اولس ثقافتي سرګرمیو ته لېوالتیا، د ټولنیزو رویو ارتقاء او سیاسي عمل کښې د برخې اخستلو نور تحرکات ډب او شنډ کړي.

    د اصلاحاتو نفاذ او د ریاستي اصطلاح سره سم “قومي دهارا” کښې د فاټا ګډون د پاره تر ټولو غوره لاره د دې سیمو پۀ ائیني او انتظامي بنیادونو خېبر پښتونخوا کښې ادغام دے. کۀ چرې مقتدره قوتونه انتظامي، عدالتي او سیاسي اصلاحات هم وکړي خو د ادغام خبره یو اړخ ته پاتې کړي نو د ادغام نه بغېر به د دې کله هم مثبت نتیجې مخې ته رانۀ شي او دا به هسې پۀ یخه خېټه نېنې وریتول وي.

    ټولې قبائیلي ایجنسۍ د خپلو متصلو انتظامي ضلعو سره پۀ جغرافیائي توګه ډېرې جوختې او پۀ کلتوري توګه ډېرې نزدې او مماثل دي، خو خپلو کښې دومره مماثلتونه او نزدېوالے نۀ لري. پۀ شمال او جنوب کښې پرتې قبائیلي ایجنسۍ خپلو کښې هېڅ ډول مواصلاتي تړون نۀ لري او دا ټولې د خېبر پښتونخوا د انتظامي ضلعو څخه پۀ تېرېدلو یو بل ته رسي. د خوند خبره پکښې دا چې د اولسي ښېګړې ګڼې حکومتي ادارې هم فاټا کښې خپل فعالیتونه د خېبر پښتونخوا نه اجراء کوي. پۀ فاټا کښې تقریباً هماغه د نوکر شاهي )بیوروکرېسي( غړي کار کوي چې خېبر پښتونخوا کښې دي. دا ټولې نکتې مخې ته ايښودلو نه دا ثابتېږي چې د فاټا صوبې سره ادغام او دا سیمه پۀ مکمله انتظامي توګه صوبه خېبر پښتونخوا سره یو کول به لږ ډېر کړاو وغواړي یا به بیخي هډو څۀ ستونزه ونۀ لري.

    د فاټا خېبر پښتونخوا سره ادغام د پاره تر ټولو مهم دلیل دا دے چې دوي مشترکه پېژندګلو او شناخت لري. هم دا وخت دے چې د شناخت د مسئلې دغه جدي لانجه هوارولو د پاره باید زر تر زره د پاکستاني قبائیلو د شناخت تاریخي تېروتنه ترمیم شي او د پاکستان د پښتون پۀ پېژندګلو واړولې شي ـــ

  • دَ رهبرِ تحریک خان عبدالولي خان ادبي تنقیدي شعور او دَ سمندر د بدرشو کتاب – فېصل فاران 

    دَ رهبرِ تحریک خان عبدالولي خان ادبي تنقیدي شعور او دَ سمندر د بدرشو کتاب – فېصل فاران 

    ليت او لار

    رهبرِ تحريک خان عبدالولي خان د يو نابغه سياستدان سره سره غوره مؤرخ، محقق، مقرّر او مفکر هم ؤ. د هغۀ کتابونه “باچاخان او خدائي خدمتګاري” څلور ضخیم ټوکه د تاريخ، “ريښتيا ريښتيا دي” د څېړنې او “ملغلرې” د ټپو انتخاب ټولګه، د عبدالاکبر خان اکبر د شعري ټولګې “خواږۀ تراخۀ” د شاعرۍ راټولونه او پۀ بېلابېلو کتابونو باندې د هغۀ لمنليکونه، دغسې يو  شمېر لیکونه کوم چې هغۀ اخبارونو، کتابونو او مجلو کښې کړې دي، د دې راڼۀ ثبوتونه دي.

    د دې هر څۀ نه پرته هم د هغۀ د نثر اسلوب دومره ځانګړے، خوږ، هوار او سوچه پښتو باندې اډاڼه دے چې داسې نثر ليکنه د ښو ښو منلے شوو ليکوالانو پۀ برخه هم نۀ وي.

    ستر محقق، لوے پوهاند علامه عبدالحئ حبيبي د پښتو د نوي نثر بنيادګر باچاخان ګڼلے دے. پۀ دې اړه باندې چې بيا کوم ليکوالان د باچاخان د نثر مکتب کښې راځي هغو کښې ماسټر عبدالکريم، سعادت خان جلبل، عبدالخالق خليق، عبدالاکبر خان اکبر، عبدالوهاب خان، مولانا شاکر الله، خان میرهلالي، فضل الرحيم ساقي، کرامت شاه فولاد، امير نواز جليا، فضل حق شېدا، سید رسول رسا، غني خان او خان عبدالولي خان د سر نامې دي ـــ دا هغه نومونه دي چې پښتو نثر ئې د فارسۍ ژبې ګران بارۍ نه خلاص کړو. پۀ مختلفو کتابونو د رهبرِ تحريک د لمنليکونو نه اندازه کېږي چې د هغه د مفرّس او معرّبه پښتو بیخي خلاف ؤ کوم چې دغه زمانه کښې عامه وه او ورستو بيا ددې ځاے د روماني شاعرانو شاعرۍ کښې اردو نما پښتو ونيولو.

    دا ساعت به د رهبرِ تحريک د لوست لاندې راغلے د سمندر د بدرشو د کتاب “ليت او لار” پۀ حقله خبرې وکړو. “ليت او لار” د څو نورو کتابونو سره رهبرِ تحريک ته پۀ شپږم دسمبر1948ز سنټرل جېل هري پور کښې ترلاسه شوے ؤ. د پروفېسر جهانزېب نیاز پۀ نوم د رهبرِ تحریک د خطونو ټولګې “سوغات” نه معلومېږي چې جېل ته به هغۀ ته دغه کتابونه عبدالخالق خلیق استول او بیا ورپسې دور کښې د غني خان کور ودانې روش بي بي او جهانزېب نیاز د ذمه واري پۀ خپل سر اخستې وه. دې کتاب باندې د چا بي اے قاضي لاسليک داسې کښلے شوے

    “B.A Qazi A/C – Not Objectionable”

    دا کس جېل انچارج کېدے شي. دغسې پرې د رهبرِ تحريک پۀ لاسلیک سره عبدالولي شاهي باغ سنټرل جېل هري پور دسمبر 1948 هم ليک دي او بيا پسې د سمندر خان سمندر د تصوير نه لاندې يو خوا پېدائش 1-1-1901 او بل اړخ ته يکم جنوري 1901 سره دا شعر هم ليکلے شوے دے:

    يو څاڅکے يم  پۀ  شګه       څۀ کۀ نوم مې سمندر دے

    دې نه اندازه کېدې شي چې پۀ توګه د يو شاعر سمندر خان سمندر د رهبرِ تحريک د پاره د زړۀ راښکون وړ ليکوال ؤ. سمندر د بدرشو پۀ حقله د خطونو ټولګه “سوغات” کښې هم درې ځایه یادګیرنه شوې ده ـــ یو ځاے ورله د مینې ډک سلام لېږي او بل ځاے د مچ جېل نه د یویشتمې فرورۍ پنځوسم خط کښې لیکي چې جېل ما د پاره د خداے لوے فضل شو چې چا ما سره د جېل دا نیکي کړې ده، هغوي ته مې زړۀ دعا کوي. دلته به څوک تنګ شي؟ د قران شریف د تفسیرونو او تذکرو نه علاوه شاعري شته، خوشحال بابا او رحمان بابا، سمندر خان سمندر، رسا، مفتون دي ـــ د مشغولتیا درک لګي. تاریخي کتابونه شته. د پښتنو تاریخ، د هندوستان قیصې، د سکندر اعظم معرکې وغېره وغېره شته. د سوشیالوجي پوهان حاضر دي. وغېره.

    دا ياد ساتل دي چې سمندر د بدرشو هم وړومبے د خدائي خدمتګار تحريک د ملاتړ ملګرے ؤ او پۀ دې حقله ئې شاعري کړې ده  خو وروستو هغۀ هم لکه فضل حق شېدا، سېد رسول رسا او خادم محمد اکبر غوندې خپله پټلۍ بدله کړې ده.

    د جون جولائي1931ز “پښتون” مجله کښې د سمندر د بدرشو د خپور شوے دا نظم د هغۀ د خدائي خدمتګار تحريک سره د جذباتي تړون ژوندۍ نمونه ده.

    نظم

     ساعت ګړۍ له ګوره!

    خاوند ئې رابېدار شو غل به وباسي لۀ کوره

    ساعت ګړۍ له ګوره!

    د سپين مخ پۀ دهوکه به ترې نه نۀ کوي غلا نوره

    ساعت ګړۍ له ګوره!

    زلمو کړې جامې سرې )او( جينکو لوپټې ملا ته

    راووتل غزا ته

    ورور مخکښې ځي لۀ خوره، کۀ خور مخکښې لۀ وروره

    ساعت ګړۍ له ګوره!

    پښتون د اتفاق توره کړه پاکه نن لۀ زنګه

    خبر شه اے فرنګه!

    کۀ نۀ ئې خبردار د پښتنو د لويه زوره

    ساعت ګړۍ له ګوره!

    زمونږه پۀ سينو کښې پرته وينه د وطن

    ستا لاس کښې مشين ګن

    راځه چې مخامخ شو کړو معلومه سپينه توره

    ساعت ګړۍ له ګوره!

    اولاد د ابراهيم يو نن بيا وخت د امتحان دے

    ګټلے مو مېدان دے

    هېڅ وېره زمونږ نۀ کېږي، نمروده ستا لۀ اوره

    ساعت ګړۍ له ګوره!

    تا وې قیصه خواني ده مونږ بازار د شهداء کړو

    د ملک حق مو ادا کړو

    مونږ زور لرو پۀ ځان کښې څلور چنده لۀ خپل شوره

    ساعت ګړۍ له ګوره!

    دا يو عبدالغفار نۀ دے چې تۀ به ئې سمبال کړې

    عبث به دغه خيال کړې

    مونږ هر يو پۀ عمل عبدالغفار پېدا لۀ موره

    ساعت ګړۍ له ګوره!

    د زرک پۀ شان ئې خوښ دي کاڼي شګې پۀ مېرو کښې

    خوښ نۀ دي پۀ پنجرو کښې

    طوطيان د دې سرحد تياره نه خوري چوري نوره

    ساعت ګړۍ له ګوره!

    نيت کړے پښتنو دے د وطن د ازادۍ

    بيا خاص د سرحدۍ

    يا ځان به پرې تباه کړي يا پۀ بل به کړي نسکوره

    ساعت ګړۍ له ګوره!

    څومره پورې چې د سمندر د بدرشو د کتاب “لیت او لار” خبره ده نو دا کتاب سر نه پايې پورې رهبرِ تحريک لوستے دے او د کتاب پۀ کانټۍ دننه د24-05-1949 سره لاسلیک نه جوتېږي چې دغه ورځ ئې لوست پوره کړے ؤ. رهبرِ تحریک ځاے پۀ ځاے د خپلې خوښې پۀ شعرونو باندې ټک مارک لګولے.

    وړومبي نظم “دعا” او ورپسې قطعاتو کښې ئې دا شعرونه د خوښې شعرونه ګرځېدلي دي چې دغه انتخاب د هغوي خدا پرستي، همت، لويه حوصله او قام وطن سره د مينې بيانيه پۀ ګوته کوي.

    *              ليت مو لږ او لار اوږده او توره شپه ده

       مونږ ته توان د ګړندو پۀ دې سفر را

    *              ما د جالې او د جال لۀ غمه خلاص کړه!

           پۀ اوږو باندې وزر لکه عنقا را

    *              چې د خپل وطن دا زمکه ګلستان کړم

             لکه تخم د ګل ما ته مزاج را

    *              چې د ګلو غوټۍ ويښې کړم لۀ خوابه

          راکړه بيا کۀ راکوې قبر قفس را

    دې شعري ټولګې کښې د رهبرِ تحريک حاشيه ارائي پۀ سواليه نخښو “؟” د شعر لاندې راکښلو کرښو، پرانستي برېکټونو او ځنې لنډو تبصرو پۀ شکل څرګندېږي لکه سواليه نخښه پۀ دې شعرونو شوې دي.

    *                     اے قاصده وايه وايه جانان څۀ وي

    پۀ خوبانو کښې سپوږمۍ د اسمان څۀ وي؟

    سواليه نخښه هلته راکښلې شي چې چرته شعر مبهم وي، مصرعو کښې ربط نۀ وي، اصليت نه لرې وي. د سيد رسول رسا د شعري ټولګې “د بېديا ګلونه” د غزل د يو شعر نه اندازه کېدې شي چې د سواليه نخښې نه د رهبر تحريک مطلب هم بې معنويت وي. د سېد رسول رسا د دې شعر سره ئې سره د سواليه نخښې ليکلي “څۀ مطلب؟”

    *              د عاشق معشوق غلام زرخريد نۀ وي

       دغه طمعه چې عاشق لري بې جا ده

    وروستو دغه شعري تولګه د خان عبدالغني خان د لوست لاندې ځنې راغلې نو هغۀ ځاے نیم کښې د رهبرِ تحريک د راکښلو نخښو ځوابونه هم کړي دي. دې شعر سره د “څۀ مطلب؟” نه لېوني فلسفي دا معنٰي اخستې چې ګوندې هغه پۀ شعر پوهه شوے  نۀ دے، اګر کۀ داسې نۀ ده ـــ شعر د هغه درجې  نۀ دے چې پوهي نه بالا وي. د “څۀ مطلب” پوښتنه، د شعر د ناقصه مضمون او ناقصه ژبې پۀ حقله ده. د شعر مضمون دا دے چې عاشق دې دا طمع نۀ لري چې معشوق به لکه د غلام زما پۀ اشارو ګډېږي. د غزل د شعري روايت لۀ مخه دا مضمون بې ځايه دے، بلکې پۀ دې انداز کښې راړول خو ئې هېڅ معنٰي هم نۀ لري ځکه چې غزل کښې خو همېش عاشق د معشوق د اشارې منتظر وي بلکې تر دې حده لاندې پرېوځي چې د هغې د سپي پۀ چټ خوراک غواړي، بلکې ځان ته د معشوق سپے وئېل سړيتوب ګڼې لکه

    *                     تر هغه وخته بۀ سړے نۀ شمه

    څو چې د يار د کوڅې سپے نۀ شمه                     حمزه شينواري

    خبره دا ده چې د وړومبۍ مصرعې ژبه هم ناقصه ده. دا شعري ژبه څۀ چې د ښۀ نثر فقره هم نۀ شي کېدې. دا مصرعه پۀ څو ځايه داسې هم کېدې شوه او دې سره به د عاشق معشوق برغدنه هم ختمه شوې وه:

    *    د عاشق غلام  معشوق زرخريد نۀ وي

    *    معشوق نۀ وي  د عاشق غلام پلورلے

    *    د عاشق نۀ وي غلام معشوق پلورلے

    *    د عاشق غلام معشوق پلورے نۀ وي

    *    زرخريد غلام معشوق د عاشق نۀ وي

    پۀ هر حال د سواليه نخښې لګولو نه د رهبرِ تحريک اشاره هم ځکه ناقصه مضمون يا ناقصه ژبه يا د اصليت خلاف يوه خبره وي لکه د سمندر د بدرشو دغه شعر ته کۀ ځير شو نو دې کښې هم ډېرې خبرې کېدې شي، لکه  قاصد خو عامو معنو کښې د بادشاه ايلچي وي چې نامه بر يا پيامبر ته هم وئېلے شي، د دې لفظ د پاره پښتو کښې استازے دے، دلته شعر کښې البته د قاصد مترادف لفظ رېبار دے ـــ رېبار د رهبر مفغن يا مپشط ډول دے خو پښتو شعري روايت کښې دا د مينې استازي د پاره عام منلے شوے لفظ دے. دې هر څۀ ته چې ګورو نو دغه سواليه نخښه دلته هم د شعر د معنې پۀ حقله د ابهام خبره نۀ کوي بلکې ناقصه مضمون او ناقصه ژبې ته اشاره ده چې د هغې لۀ کبله ئې شعري حېثيت مشکوکه شوے دے او دا يو مجهوله شعر ګرځېدلے دے. هم دغه شاليد کښې برغدي سواليه نخښې د نظم “ارمان دے زلميتوبه” دې بند سره هم راکښلې شوې دي:

    چې رابېدار شوم دوه دېرشم ؤ                   د تن پۀ کور کښې مې ماتم ؤ

    غـاښ ښـورېدلے زور مې کم ؤ       ملا کښې مې هم څۀ قدر خم ؤ

    ما ته مشکله ګزاره وه بې د چوبه

    ارمان دے زلميتوبه!

    درحقيقت دلته هم برغدې سواليه نخښې د بند مجهولتيا او د واقعيت خلاف کېدو ته اشاره کوي ځکه چې دوه دېرش کلن عمر کښې نۀ د چا غاښونه ښورېدلي دي، نۀ ئې ملا کښې ټيټوالے وي او نۀ پۀ ډانګورۍ ګرځي، نۀ د زلميتوب ارمان کوي. دغسې څۀ قدر خم هم سمه ژبه نۀ ده، باید دا “ملا کښې مې هم څۀ قدرې خم ؤ” یا “ملا کښې مې هم لږ شانې خم ؤ” لیکلې شوې وه. د سمندر د بدرشو شاعرۍ کښې اکثر د واقعيت خلاف داسې خبرې راځي لکه پۀ دې حقله يوه لطيفه ډېره کېږي چې يو ځل مشاعره وه، هغې کښې ئې خپل يو نظم واورولو چې هغې کښې  يوه مصرعه وه:    

    زما اشنا پۀ تندر سورے راغے

    نو ميا تقويم الحق کاکاخېل چې هغه لوے سوګړي ؤ او ځاے بې ځايه به ئې ګلونه دوړول نو سمندر د بدرشو ته ئې وې چې سمندر صاحب! ستا اشنا چې پۀ تندر سور راغلے دے نو دا لاندينۍ برخه خو به ئې ښه سوزېدلې وي! کۀ چرې د قهر و غضب د پاره پۀ تندر سور راتلۀ د بدرشو محاوره وي لکه څنګه چې د سترګې کلکولو پۀ معنيٰ د مانېرۍ د مندڼو محاوره سترګو له د تندر اوبۀ ورکول دي، د دې محاورې اساس دا دے چې پخوا به تُورې، لور، چړې ته د کلک والي لپاره د تندر اوبۀ ورکولې کېدې، نو کۀ دغه محاوره د قهر و غضب د پاره مقامي محاوره نۀ وي نو بيا خو د اصليت لۀ رويه د اولس د منلتيا شرط نۀ لري او د واقعيت خلاف ګرځي.

    دغسې يو نظم “سېل د ګلستان” باندې د رهبرِ تحريک تبصره داسې ده چې “دې ته وائي پښتو”.

    ددې نظم وړومبۍ برخه “پټې سترګې کلۍ” هغوي د يو شعر نه علاوه ټول خوښ کړے، بند داسې دے:

    دا چې څانګو، زانګوګانو کښې للۍ دي

    څنګه پاکې ماشومانې دا کلۍ دي

    شپه او ورځې حېن تر حېن د دوي خوبونه

    خلوتونه، رنګ، رنګين د دوي خوبونه

    پلو نۀ دے د يو مخه اوړېدلې

    يا نسيم ورباندې نۀ دے بلوسېدلې

    يا بلبل ئې غوږ کښې کړے اذان نۀ دے

    پېژندلے ئې سپرلے او خزان نۀ دے

    پۀ اورړو د شنو رېښمو کښې تړلې

    څنګه ښکلې زېږېدلې، څنګه غلې

    دنياګانې دي  اُودې  پرتې سړې دي

    ښکاري داسې لکه اوس پۀ خوب مړې دي

    هر جهان د خواږۀ خوب ته جهان خوږ دے

    کلۍ نۀ دي اودې شوې پۀ ځان خوب دے

    دې بند کښې دوېم شعر د “حېن تر حېن” د اجنبي ترکيب لۀ کبله د خوښې د نخښې نه بهر پاتې شوے دے چې دا ښائي چې رهبرِ تحريک پۀ شعر و ادب کښې د سوچه پښتو څومره منونکے ؤ، خو دې نظم کښې هم مخکښې بند کښې هغوي دې  شعر سره سواليه نخښه کړې ده او مخکښيني دوه بندونه “غړېدلې سترګې کلۍ” او “ګلونه” نومې سرخطونه لرونکو کښې بیا کم شعرونه د هغوي د خوښې ګرځېدلې دي:

    قېس پۀ لېونتوب کښې لېلا ګله وه موندلې

    څۀ رنګه به ئې مومې؟ اے د ځانه بېګانه!

    د دوېمې مصرعې لاندې کرښه هم راکښلې شوې ده،دغه سواليه نخښه هم دلته د شعر د مضمون غربت ته اشاره ده ځکه چې دغه مضمون هم د شعري روايت اپوټه دے چې قېس همېش پۀ سچه عشق باندې ستائېلے شوے او سچه عشق يو روحاني تصور دے چې ددې لۀ مخه چرته هم عاشق خپله معشوقه پۀ ژوند ځکه نۀ مومي چې دغسې به هغه د بدن د غوښتنې لۀ مخه د شهوت ښکار شي، د عشق د دې روماني تصور لۀ مخه د معشوق نۀ موندل دراصل موندۀ دي خو سمندر د بدرشو دا شعر وائي چې قېس پۀ مئېنتوب کښې لېلا نۀ وه موندلې ځکه تۀ به هم بې خودۍ کښې محبوب نۀ شې موندلے؛ دا تصور د خودۍ د هغه تصور لۀ مخه دے کوم چې سر محمد اقبال بار اېټ لاء خپور کړے ؤ خو دې نه وړاندې د محبوب موندنې تصور پۀ مشرقي شعر و ادب کښې د بې خودۍ ؤ، ځکه شراب او خمار همېشه کلاسيکي شاعرانو ستائېلي دي ځکه دلته سواليه نخښه دغه هر څۀ ته اشاره کوي.

    د غسې د نظم “دا به مومې پۀ هزارناقرارو کښې” دې شعر سره ئې “ډېر ښۀ” ليکلي دي:

    غوږ سورے د پښتنو جينکو نۀ دے

    شعر درمي وړي ډېران ته پۀ ايرو کښې

    دې شعر کښې د غوږ سورے او شعر درلاندې کرښې هم راکښلې شوي چې مطلب ئې د مضمون لفظ و معنوي ربط ته اشاره ده. دې شعر سره بره د رحمان بابا دا شعر هم ليکلے:

    د رحمان شعر پۀ غوږ د بې هنرو

    لکه در پۀ لاس د طفل هسې خوار شي

    يو شعر نه د چا شاعر دغه ډول اخذ د “رفو صنعت” کښې راځي، داسې ښکاري چې رهبرِ تحريک شاعرۍ کښې صنعت تجنيس سره دلچسپي نۀ لرله ځکه دغه مصرعې چې پکښې د تجنيس صغت پکارونه شوې ده، د هغې لاندې ئې کرښې راکښلې او سمه خبره خو دا ده چې د صنعت اشتقاق هر څوکۀ شاعر پۀ خپل نيز صوتي اٰهنګ د پاره کوي خو دغه هڅه اکثر شعوري وي ځکه چرته کم کوز صوتي اٰهنګ جوړ هم شي، خو د شعر مضمون بې ربطه کړي يا معنيت ورته مسخ کړي لکه د “لیت او لار” د مختلفو نظمونو چې رهبرِ تحریک ترې لاندې کرښې راکښلې دي، دا مصرعې وګورئ.

    داسې زردار شولو بې زاره د بې زره

    (زردار، بې زاره، بې زره)

    قېس پۀ لېونتوب کښې ليلا کله وه موندله؟

    (لېونتوب، لېليٰ، کله، موندله)

    تورې وريځې اخوا دېخوا ځغلي ځغلي

    (اخوا دېخوا، ځغلي ځغلي)

    مرګ ورته اسان دے خو ژوندون پۀ غريب ګران دے

    (اسان، ژوندون، ګران، دے)

    پاڼ خوړلې معشوقې دي موسيدلې

    (خوړلې، موسيدلې)

    ګل دلۍ دلۍ، بوي هم سيلۍسيلۍ

    (دلۍ دلۍ، سيلۍسيلۍ، کلۍ کلۍ)

    ګل ئې د ګل مخ پۀ ليدو پاڼه پاڼه لاړو

    (ګل، ګل مخ، ليدلو، لاړو، پاڼه پاڼه)

    دې ټولو مصرعو کښې صعنت اشتقاق التزام مصرعې بې خونده کړي او د دغه صعنت التزام د پاره داسې ښکاري مصرعه پۀ زور بڼلې شوې وي.

    دې کښې د پاڼ خوړلو والا مصرعه د پام وړ ده چې پاڼ پښتو شاعرۍ کښې لۀ وخته سره د دهلي هندوستان کلچر پۀ توګه اخستلے شوے او د دې سياسي معنيت خو هډو خوشحال خان خټک پۀ ګوته کړے ؤ چې کله هغۀ د مغل استعمار نه سرغړاوے وکړو نو ووئېل ئې:

    د پيپلو پاڼې خوره پۀ غرۀ کښې اوسه

    نۀ چې پان د هندوستان خورې زما جهنده

    دا ځکه چې پان خوړنه د دهلي د اشرافيه ټولي لۀ وخته سره عادت ؤ؛ نۀ يواځې پان بلکې بېړي هم د هغوي د خوراک کلچر برخه ده، ځکه محاوره کښې هم “پان بيړي” لکه د “چاے پاني” يو ځاے وئېلے کېږي. مونږ چې واړۀ وو هم کراچۍ کښې بۀ روژه کښي دا سندره ماشومانو لارو کوڅو کښې وئیله:

    کوژہ خور اللہ کا چور    ہاتھ میں بیڑی منہ میں پان                  سیدھا راستہ قبرستان

    دا ځکه چې هندوستان مهاجرو کښې د روژې نيولو رواج نۀ ؤ او پان بيړي به ئې کولاو کول. پۀ هر حال، وروستو د قامي تحريک منحرف ليکوال د سېد رسول رسا غوندې ليګيانو لنګ هم چې د پنجابي ثقافتي نخښه ده او پان ډېر پۀ چابکدستۍ هندوانو او هندو سياست سره د تړلو هڅه وکړه، لکه خپل نظم “ټيګور او اقبال” کښې ئې وئېلي دي ـــ ښکاره دې وي ددې نظم وړومبۍ برخه کومه چې د ټيګورد فلسفې لۀ مخه وه، د رهبر تحريک هم خوښه ده:

    تۀ هغې روباه هندو ته وايه اے ټيګوره!

    هېڅ چې ئې فرېب د وړاندې زور دے د پلنګ

    ژوند کښې مردي زده کړه د مردۍ توره پۀ لاس

    اے چې پان پۀ خولۀ کړې پښې کړې ګېرې پۀ سپين لنګ

    دې بند کښې ئې “روباه هندو” يعني “لومبړه هندو” نه مطلب ګاندهي جي دے چې هغه ئې د پيشو پړانګ (پلنګ) نه زيات مکار ګڼلے دے.

    رهبرِ تحريک ئې هغه مصرعو نه لاندې هم  کرښې تېرې کړې دي چې لفظي جوړښت ئې ناقصه دے يا د لفظ او معني درست استعمال پکښې نۀ ښکاري، لکه د نظم “د سمندر ملغلرې” دا مصرعې:

    • دوزخ جنت ته پۀ عمل، نۀ دےميراث پدري
    • سوز شته ساز هم شته پۀ سر کښې غوږ کوم دے
    • کۀ ملا دې ټينګه نۀ وي نامه پښتون مۀ ږده

    دې کښې وړومبۍمصرعه د تعقيد لفظي ښکار دے يعني “جنت دوزخ پۀ عمل دے نۀ دے ميراث پدري” پکار ؤ. دوېمه مصرعه مجهول بيان دے، “سوزوساز سره سر کښې غوږ” بې ځايه راغلے معلومېږي.

    نظم “د فکر ټال” دې مصرعو کښې هم رهبر تحريک “د غم شوې جنازه ده” کښې د محاورې لۀ رويه “د غم وتې جنازه ده” ليکلې،

    “ټولې خوشحالۍ دي د غم شوې جنازه ده”

    دغسې نظم “پېغله فقيره” چې هغې کښې زيات شعرونه رهبر تحريک خوښ کړي خو درې ځايه ئې دا مصرعې د کرښې لاندې راوستې دي.

    • ګل ئې د ګل مخ پۀ ليدو پاڼه پاڼه لاړو
    • حسن د دولت کوڅې ته ځې ځولۍ نيولې
    • غلې غم ځپلې، زړۀ ختلې، ډګېدلې

    وړومبۍمصرعه کښې يوه چپه کمه ده چې “ليدو” پۀ “ليدلو” بدل شي، دغه بې وزني بۀ ورکه شي. دغه درې واړو کښې د تجنيس صنعت هم پکارولے شوے. دوېمه مصرعه د مضمون لۀ رويه د نظم موضوع سره انصاف نۀ کوي. شاعر خبره د افلاس کوي خو دلته داسې ښکاري لکه حسن چې ځان پلورے وي. درېمه مصرعه صرف د حرف “ل” د صوتي اٰهنګ د پاره بڼلې شوې ده. ددې نظم وړومبےدوېم وروستنے شعر هم د رهبرِ تحريک د خوښې لاندې نۀ دے راغلے. وړومبي شعر کښې د محاورې خلاف د لوږې دپاره “سپينې سترګې”راوړلې شوي، اګر کۀ سپينې سترګې سپيتوب او نهرتوب د پاره محاوره ده خو لوږې د پاره نۀ ده.

    اف پېغله فقيره سترګې ئې سپينې دي د لوږې

    ګپه ډوډۍ نۀ مومي څۀ خواره زمانه ده

    دغه دوېم وروستني شعر کښې د تخيل محض بې خرته استعمال شعر بد رنګه کړے.

    زړۀ مې انغرے، اوښکې سرو ټکې، سترګې لار

    ژبه مې ورغلې د خولې چاؤدي ته پانه ده

    نظم “د خېبر پۀ خولۀ کښې” هم دې شعر کښې د جنت ټهېکداران  ترکيب لاندې کرښه راکښلې شوې ده او شعر خوښ کړے شوے دے. شعر کښې سمندر د بدرشو زاړۀ اسلامي سوبمن ستائي او د نوي مذهبي مدعيانو غندنه کوي:

    پاتې شوي د جنت ټهېکداران دي

    هېڅ خبر نۀ دي پۀ خېر او نۀ پۀ شر

    دې نظم کښې سمندر د بدرشو د سوټ، بوټ، هېټ، ټائي، مفلر، پوډر، هر څۀ غندنه کوي. کېدے شي د دې غندې پۀ وخت ورله بابائے قوم نۀ ؤ ياد، ګوندې احتياط نه به ئې کار اخستے ؤ. عجيبه خبره دا ده چې سمندر د بدرشو خو ځه پټکي لونګي واله شاعر ؤ، نو سېد رسول رسا چې هغه سوټ بوټ واله بېوروکرېټ ليکوال ؤ، هغۀ هم نظم “د نوې زمانې شاعر” کښې د پېرنګي مادي ثقافت هم دغسې اکبر اله ابادي واله سټائل کښې غندنه کوي.

    نظم “پلار او زوے” چې ماخوذ نظم دے، رهبرِ تحريک سر تر پايه ټول خوښ کړے. بره ئې د ټِک نخښه کړې، بيا ئې د نظم بندونه پرانستي برېکټ کړي. دې کښې وروستنے شعر داسې دے:

    ما هور او زړګے خور او قرض پور ليدلے نۀ دے

    دادا ولې تا هم د مينې هور ليدے نۀ دے؟

    دې  شعر سره رهبرِ تحريک دا مصرعه ليکلې ده:

    بابا  تو  جلوه ‍ٔ رخِ جاناں نہ ديده اي

    دې نه دا جوتېږي چې د رهبرِ تحريک ادبي تنقیدي شعور ډېر پخته ؤ او هغۀ خپلې ادبي لوستنې کښې دې پخته تنقيدي شعور نه کار اخستو، ځکه مونږ ګورو چې دې تجزيې توکنې کښې مونږ ته ځنې نکتې پۀ لاس راځي، هغه دا دي:

    • د مفرسه معربه ژبې پۀ ځاے سوچه پښتو پکارول
    • د صنعت تجنيس بې ځايه پکارونې نه ډډه
    • شعر کښې د اصليت لۀ رويه د مضمون خيال ساتل
    • اخذ او استفادې ته د شعري روايت پۀ نظر کاتۀ
    • د مصرعې ساخت د اولسي ژبې جوړښت ته نزدې ساتل
    • يعني تعقيد لفظي او تعقيد معني نه ډډه کول
    • شعر کښې معروضيت او حقيقت ته پاملرنه کول او تخليل محض نه ځان ساتل
  • د اسماعیل سواتي پهٔ کتاب ځان ته زمانه مې ژړولې ده – فېض الوهاب فېض

    د اسماعیل سواتي پهٔ کتاب ځان ته زمانه مې ژړولې ده – فېض الوهاب فېض

    تاثر

    د شعر ګويۍ عمل عام طور د نوخېزه ځوانۍ پۀ دور کښې شروع کېږي. دا پۀ نفسياتي لحاظ ډېر نازک وخت وي. د نوې ځوانۍ جذبات پۀ غورځنګونو وي او بنيادم ډېر متحرک وي، خو کۀ دغه جذباتي غورځنګ د خپل اظهار د پاره سمه لار ونۀ مومي نو نتائج ئې پۀ ذاتي توګه هم او پۀ معاشرتي توګه هم ښۀ نۀ راوځي. پۀ نوخېزه ځوانۍ کښې د جذباتي تطهير او ارتفاع د پاره شاعري د بهترينو ذريعو نه يوه ده. شاعري پۀ ابتداء کښې صرف د جذباتو اظهار وي خو رو رو ورسره فکر ملګرے کېږي او جذبات اعتدال ته راځي. ښه شاعري هغه وي چې د جذباتو او فکر امتزاج وي پکښې.

    اسماعيل سواتے د عمر پۀ لحاظ د نولسو او شلو پۀ منځ کښې دے او هم پۀ دې منځ کښې ئې خپله شاعري د “ځان ته زمانه مې ژړولې ده” پۀ نوم د چاپ د مرحلو نه راتېره کړې ده. ما د اسماعيل سواتي دا کتاب ټول ولوستو او کومه وړومبۍ ښه نکته چې مې محسوس کړه هغه دا ده چې کۀ څۀ هم پۀ دې ټول کتاب کښې جذباتيت غالب دے او شاعر چې د کومو جذباتي صدمو سره مخ شوے دے نو د هغې اظهار ئې د شعر پۀ ژبه کړے دے، خو اظهار ئې پۀ ډېره نفيسه  پېرايه کښې کړے او پۀ ټوله شاعرۍ کښې د اظهار سادګي او بې ساختګي ډېره جوته ده. اسماعيل سواتے د سوات دے او اوسېږي پۀ نوښار کښې؛ او سوات چې د دهشت، وېرې او قبضه ګردۍ د کوم ناورين سره مخ دے، هغې پۀ کم عمر کښې د دۀ د احساس تارونه ټنګولي دي. دغه شان د ټولې پښتونخوا مجموعي حالات ئې هم پۀ نظر کښې دي. پۀ روان عمر کښې د پښتونخوا دردوونکي حالات د پښتو شاعرۍ غالبه او جالبه موضوع ده او يو شاعر هم لۀ دغه حالاتو صرف نظر نۀ شي کولے، خو مونږ خو چې د شاعرۍ جاج اخلو نو د موضوع سره سره د فن کنډه هم پکاروو او د شاعر د قدر ټاکنه هم د فن پۀ دغه کنډه کوو.

    تر کومې چې د اسماعيل سواتي د فن خبره ده نو کۀ څۀ هم فني خامۍ پکښې شته؛ چرته د وزن، چرته د بندش، د روزمرې، محاورې ـــ خو پۀ مجموعي توګه ددۀ شاعري د فن پۀ تول پوره ده او ډېر شعرونه پکښې داسې دي چې لوستونکے ځان ته بې اختياره متوجې کوي او دا خوبي د اسماعيل د راتلونکي ښۀ فني ژوند غمازي کوي.

    د دې کتاب لوستو پۀ دوران کښې ډېر ځايه زما غرېو راډک شوے دے چې د عشق د کوم درد او کرب اظهار شاعر پۀ کوم انداز کښې کړے دے، هغه ډېر موثر دے. کۀ څۀ هم ددې ليک د پاره دا ضروري وه چې زۀ دې دا کتاب پۀ هر حال کښې ټول ولولم خو چې ما کتاب شروع کړو نو بيا ئې زما دلچسپي او توجه کيپه نيولې ده او د سر نه تر اختتامه هر غزل او هر نظم ما ډېر پۀ دلچسپۍ لوستے دے او دا کمال د اسماعيل د بيان د حسينې پېرايې دے.

    د هر انسان ډېر احساسات، جذبات، خيالات او تجربات د عامو انسانانو سره شريک وي، دغه حال د شاعر هم وي چې د مضامينو او موضوعاتو تکرار سره مخ کېږي. دغه تکرار څۀ خو د اورېدلې يا لوستې شاعرۍ تقليد وي يا چې د شاعر جذباتي دائره تنګه او د فکر کچه ټيټه وي نو هم هغه خيالونه راوړي کوم چې د سوونو کالو راهسې زرګونه ځله تکرار شوي وي، خو لۀ دې نقطه نظر چې زۀ د اسماعيل سواتي شاعرۍ ته ګورم نو کۀ څۀ هم د هغۀ د شاعرۍ ډېر مضامين او خيالات د شاعرۍ عمومي مضامين او خيالات دي خو پۀ دغه ټوله شاعرۍ کښې چې ما کومه خاص خبره محسوس کړه هغۀ د شاعر خپل وارداتي ټچ دے او دغه ټچ د هغۀ مضامين او خيالات د عام نه خاص کړي دي.

    د دې کتاب د شاعرۍ نه دا اندازه ښه پۀ اسانه کېدې شي چې د شاعر د داخل زمکه د خارج د حالاتو د تخم رېزۍ د پاره ښه وتر ده بس شرط دا دے چې د هغۀ ذاتي درد د اجتماعي درد سره هم اٰهنګ شي او د فکر ليتکي هغه ټولو تيارۀ ګوټونو ته بل ونيسي پۀ کومو تيارۀ ګوټونو کښې چې پښتون قام وهل خوري.

    د کتاب د لوستې پۀ دوران کښې ډېر شعرونه ما د ښو شعرونو پۀ حېث پۀ نخښه کړي دي چې يو څو ترې دلته رانقلوم او بيا رخصت اخلم.

    بې امني مې پۀ وطن ده زۀ ويدۀ کور کښې وېرېږم
    خلک وختل سپوږمۍ ته، زۀ ساده کور کښې وېرېږم

    چې مئېن وۀ پۀ ښکلا سړے ئې مړ کړو
    بس پۀ دې يوه ګناه سړے ئې مړ کړو
    چې ژړل ئې نو د چا ورته خيال نه وۀ
    خو چې لږ شۀ پۀ خندا سړے ئې مړ کړو

    رېباره مۀ ئې کړه تپوس چې دواړه څنګ جدا شو
    بس د دنيا رسم و رواج پکښې حصه واخسته

    ما وئېل ولې اسماعيله دې چينار ته ژاړې
    دۀ وئېل دلته کښې بيل شوې له جانانه ومه

    دغه رديف او قافيې به شوې يو ځاے پۀ خپله
    خدائېګو ستم نه به دې سم ښکلے غزل جوړېدۀ

    غريب ومه د رزق وسيله مې بله نه وه
    حکمونه به د خان مې واړه وړل خو څۀ مې نه وې

    بيا اسماعيله غم ئې نه ژړوي
    مينه چې وکړي زورور شي سړے

    مسلمانۍ کښې هغۀ نه شمارمه
    چا چې د مينې عبادت ونه کړو

    د ساز او د اواز او د خمار خبرې پرېږده
    خفګان مو مېمله شوې موسيقي رانه خفه ده

    اوس هغه نه دے اوس بلها بدل دے
    اوس خزان شوے دے سپرلے اسماعيل

    پۀ زړۀ کافر ئې اسماعيله جوړې
    جانان دې تلو او ستا نه ساه نه وته

    څۀ وۀ ژوند خو بس دغه کښې تېر شو نو
    خان وۀ بيګارونه وو نور هېڅ نه وو

  • پښتو املاء بحث طلب – منصف برجیس

     

    پښتو املاء

    بحث طلب – منصف برجیس

    هغه بله ورځ چې مشر زما “دستخط” نه؛ خطا شوم، نه تېروتم، “لاسليک” (کيدے شي چې اوس هم تېر وتلے وم او پۀ “پښتو”، نۀ تېروتم، پۀ “کره پښتو” کښې لاسليک ته کوم بل “لفظ”، نه تېروتم بل “ويي” ايجاد شوے وي) وليدو نو راته ئې وې چې پۀ اردو کښې خو لاسليکونه د کمې درجې جاهلان کوي او خبر خو به ئې چې د اوچتې درجې جاهلان خو هسې هم انګوټها چاپ وي ـــ ما ورته وې چې “نه جي! زۀ پۀ اردو نۀ بلکې پۀ پښتو کښې لاسليک کوم”. هغۀ راغبرګه کړه چې پۀ پښتو کښې!!! همممم !!! پۀ کومه پښتو کښې؟ ما ورنه تپوس وکړو چې څۀ مطلب پۀ کومه پښتو کښې؟ خو بس پۀ پښتو کښې کنه! هغۀ راته وې چې “نه کنه! پښتو کښې خو لۀ هغه د غزنوي د زمانې د هغه منشي، بې سنده روايت نه تر پېر روښانه او بيا تر دې دمه بلها ډېرې پښتوګانې دي، پۀ کومه پښتو کښې؟”

    مشر يقيناً چې املا يادوله، او هغۀ ته بۀ دا هم پته وي چې زما لاسليک کوم داسې غږونه نۀ لري چې د بېلا بېلو املا ګانو ستونزه  را ولاړه کړي خو کۀ هم داسې وي  بيا خو  زما نوم پۀ پښتو، اردو، فارسي او عربي کښې يو شان ليکلے کېږي، خو ولې چې ما دعويٰ د پښتو وکړه نو دا ځکه چې زۀ مې لاسليک پۀ نيت د پښتو کوم او چې پۀ نيت د پښتو ئې کوم  نو زۀ پۀ خپل استدلال کښې لکه د هغې هوښيارې مرغۍ را ګېر شوم چې سر او پښې ئې نۀ خلاصېږي، ځکه چې پۀ ما به دا هم لازمېږي چې لاسليک مې پۀ پښتو کومې املاء پورې وتړم، کۀ ئې نۀ تړم نو بيا به د ځان ته ذاتي املاء ګستاخي رانه وشي ـــ بيخي د هغه سياستمدارانو غوندې چې ځانونه غېر سياسي ګڼي او پۀ  دې  سياست هم کوي.

    ما يوه زمانه وړاندې “وياړ” ته خط ورلېږلے ؤ چې د پښتو املاء مې پۀ “املي” ياده کړې وه او زياته کړې مې وه چې پۀ املي خوړلو لکه د ماشومانو پۀ مخونو ګونځي راځي، نو هم داسې د املاء پۀ بحث کښې د پښتو خادمانو پۀ  نېتونو کښې هم ګونځي راځي ـــ

    خو ولې نن د مشر د املاء سوال زما نيت هم ګونځي ګونځي کړو. اوس د پښتو خادمان خپل نيتونه استري کوي او کۀ نۀ، خو زۀ دا پۀ ځان پور ګڼم چې زۀ مې خپل نېت استري کړم او هېڅ د حکومتي مرستو طمع نۀ کوم، ځکه چې پښتو زۀ پۀ خپله وايم، شعر پۀ کښې زۀ پۀ خپله لیکم، کتاب پۀ کښې پۀ خپله چاپ کوم نو ولې زۀ د حکومت پۀ هيله کښېنم چې دا دومره هر څۀ پۀ خپله کوم نو دا دې هم بايد پۀ خپله وکړم. کۀ بيا هم هيله د لرلو جواز کېدې شي نو مملکت خداداد نه زياته ئې د ايران نه لرل پۀ کار دي ځکه چې مشاعرې کۀ څۀ هم مونږ پۀ خپله کوو خو هال هيله مې پۀ هر صورت د ايران د فرهنګ خانې هال وي.

    خبره مې د نېت د استري کولو کوله ـــ نو دا داسې نۀ ده چې ګنې دا نن زما وړومبنۍ هڅه ده، ما پۀ خوا د املاء پۀ لټون کښې منډې ترنډې وهلې دي چې د سراب نه تر سرابه مزل ثابت شوے دے. پۀ شروع کښې ما پښتو املاء غلطه لېکله ځکه چې د زدکړې پۀ حالت کښې وم، بيا چې شعوري هڅه مې پېل کړه نو زړه املاء [هغۀ املاء چې پۀ کښې “چې” “چه” لېکلې کېده] به مې کاروله ـــ خو پۀ  رېښتيا چې هغې د غږونو حق نۀ پورا کولو نو د قلندر املاء مې پېل کړه. بيا څۀ وخت پس مې د پښتون د يو والي پۀ نېت او د تورخم مزي پۀ خلاف د مزاحمت پۀ توګه پۀ افغانستان کښې رائج الوقت املا ء را خپله کړه چې څۀ موده پس مې هغې ته هم پۀ مخه ښه ووې ځکه چې دا ما ته داسې ښکارېده لکه چې پۀ پېښور صدر کښې افغاني نوټ چلوې.

    نو وشوه داسې چې د پښتو اکېډمۍ او ادبي بورډ [چې اکېډمي معروفه يې داسې “ي” ليکي او بورډ ئې داسې “ی” ليکي] پۀ املاء کښې د يوې تسليمول را پاتې شول نو د باړه ګلۍ د روداد لوستو د مخه مې د پښتو اکېډمۍ املاء غوره کړه او پۀ کار مې راوسته. دلته دا جواز هم ؤ چې د اکېډیميا منل دي او مطلب دا چې د يوې اتهارټي  ځاے لري، خو کله چې د منطق کتاب پۀ لاس راغے او د مغالطو او تضاداتو غوندې د دوو غټو بلاګانو پۀ ولقه کښې راغلم او هر هغه څۀ چې مغالطې لري يا تضادات، نو ما پرېښودل شروع کړو او بيا د باړه ګلۍ فېصلې هم پۀ دې زد کښې راغلې. نو هم داسې ما د پښتو لیکلو د پاره رومن لېکل غوره کړل خو رېښتا خبره دا ده چې نیت مې چرته هم استري نۀ شو.

    سوال دا راپېدا کېږي چې دا ولې پۀ املاء جوړ نۀ راځي يا تر اوسه جوړ راغلے نۀ دے؟

    زما پۀ خيال دوه بنيادي وجې خو ئې دا دي چې:

    • غېر فطرتي هڅه:

    پښتو بيخي د عربي سکرپټ ژبه نۀ ده، د دې نېچر سنسکرت او هندي دېوناګري ته نزدې دے او پۀ عربي سکرپټ کښې لیکل داسې دي لکه پۀ کوزه کښې هاتي ور منډې او دې شراپ نه به مونږ خلاص نۀ شو.

    • د املا پۀ معامله کښې علمي رويه نۀ لرل:

    لکه چې هغه د غزنوي د وخت دېومالائي منشي پښتو پۀ عربي سکرپټ کښې د اسلامي اعتقاد د مخه ولېکله او پیر روښان املاء اسماني وګرځوله، خوشحال خپلې لهجې ته وکاتۀ، قلندر د چرګۍ هې “هـ” تجويز سره املاء بېله کړه او باړه ګلۍ املاء پۀ دې خوش فهمۍ کښې ده چې پۀ دې باندې د هغه وخت د زياتره سترو پښتو خادمانو لاسليکونه دي، نو کۀ وکتے شي دا اسماني، مذهبي، ذاتي، ډګر ګر ځولے شوے دے او علمي بحث ته ځاے چرته کم چرته بيخي نۀ دے پرېښودلے شوے؛ نو څۀ امکان پۀ راتلونکي کښې به ولري چې دا هر څۀ برابر شي؟

    پۀ اخره کښې زۀ دومره وايم چې دا املاء نور هم بحث غواړي، بايد مونږ ورباندې ناستې شروع کړو او د هر قسمه اعتقاد او ذاتي مفاداتو نه پورته د يوې علمي ستونزې پۀ حېثيت ورته وګورو.

  • [پښتنې ښځې او د قام خدمت] باچاخان فيلوز – نتاشه او خادم حسېن

    [پښتنې ښځې او د قام خدمت] باچاخان فيلوز – نتاشه او خادم حسېن

    د باچاخان ښوونیز بنسټ (باچا خان ایجوکېشن فا‌ؤنډېشن) دیارلسم سټډي سرکل  پۀ نهم ستمبر2017ز، د خالي پۀ ورځ د باچاخان ایجوکېشن فا‌ؤنډېشن هېډ اٰفس پېښور کښې تر سره شو. سټډي سرکل کښې د پېښور، چارسدې، مردان، ملاکنډ، دیر، ټانک، صوابۍ او فاټا فیلوز ګڼ شمېر کښې ګډون وکړو. پۀ دیارلسم سټډي سرکل کښې د بحث د پاره د ‌‌‌‌‌‌ډاکټر وقار علي شاه صاحب کتاب ‘پښتنې ښځې او د قام خدمت’ ټاکلے شوے ‌ؤ.

    ‎د دیر او د مردان فیلوز مراد خان او عقیله خدائي خدمتګار تحریک کښې د ښځو پۀ رول پۀ تفصیل خبرې وکړې. دوي ووئیل چې خدائي خدمتګار تحریک او د باچاخان ټولنیزه مبارزه د پښتون افغان سیمې یوه تاریخي مبارزه وه. دوي زیاته کړه چې باعزیمته ښځو یوې خوا ته ‘پښتون’ مجله کښې د لیکونو پۀ ذریعه او بلې غاړې ته پۀ جلسو جلوسونو کښې د ګډون پۀ ذریعه پۀ ټولنیز اصلاحي پروګرام او د ازادۍ مبارزه کښې د باچاخان او د هغۀ د ملګرو د زړۀ د خلاصه مرسته کړې وه. پۀ دې لړ کښې د کاکا صاحب سیده بشريٰ بېګم، د احمدي بانډې الف جانه خټکه او د مردان مجیده بېګم سره سره پۀ زرګونو تور سرو د قام او ملت د پاره بې درېغه قربانۍ ورکړې.

    ‎رسول بیټني سیاسي تحریکونو کښې د ښځو پۀ رول پۀ زړۀ پورې بحث وکړو. دۀ ووئیل چې تاریخ دا ښائي چې کومو سماجي او سیاسي تحریکونو سره ښځو ملګرتیا کړې ده، د هغه تحریکونو خپلو موخو تر لاسه کولو کښې د کامیابۍ شرح څو چنده زیاته ده. دۀ زیاته کړه چې د پښتنو قامي تحریکونو کښې ښځې نۀ هېرېدونکې ونډه لري. د میروېس خان هوتک د مور نازو بي بي نه واخله د پیر روښان د نږور بي بي علائي پورې او د مېوند د ملالې نه واخله تر الف جانه خټکه پورې ښځو قامي تحریکونو کښې بې مثاله مبارزه کړې ده.

    ‎د پېښور فېلوز وږمه فېروز او نادیه خان د پدرسرۍ یا دPatriarchy  )پیټریارکي( پۀ فکر او نظام خپل تفصیلي دریځ څرګند کړو. دوي ووئیل چې د پدرسرۍ نظام انساني تاریخ کښې زرعي او جاګیرداري دور کښې مخې ته راغے. دغه فکر پۀ دوه حوالو سره د بشر دوستۍ پۀ ضد دے ـــ یو دا چې دا فکر د انسانانو جنسونو کښې یو جنس نه څیز جوړ کړي او مخصوص ټولنیز رول ورته وټاکي. دوېمه دا چې د ښځو د ازادې ارادې د صلاحیت نه بیخي انکار وکړي. دوي زیاته کړه چې د صنعتي انقلاب راتلو سره چې کله مشیني تولیدات او لویې منډیانې جوړې شوې نو د محنت د پاره د ‌‌‌‌‌‌ډېرو هنرمندانو ضرورت پېښ شو او دغسې د ښځو پۀ حقله تصور کښې هم بدلون راغے. د پښتنو او افغانانو د خاورې ځائي تحریک یعنې خدائي خدمتګار تحریک پښتون افغان ټولنه کښې د پدرسرۍ پۀ غېر انساني فکر او نظام غټ ګوزار وکړو او د دې نظام جرړې ئې راوویستې. دوي پایې کښې ووئیل چې مونږ ته اوس دا کار پېښ دے چې څنګه د روایت او مذهب داسې تشریح وکړې شو چې ښځې او سړي اوږه پۀ اوږه د قامي خپلواکۍ او ټولنیز پرمختګ د پاره مبارزه وکړې شي.

    ‎ثناء اعجاز پۀ رسنیو کښې د ښځو پۀ عکاسۍ او نمائندګۍ بحث وکړو. هغې ووئیل چې جنس (Sex) فطري او حیاتیاتي وي او جنډر(Gender)  سماجي توګه باندې ټاکلے کېږي. هغې مخکښې ووئیل چې د ټیلیوژن ‌‌‌‌‌‌ډرامې، ټاک شوز، اشتهارات، نیوز سټوریز، فلم او چاپیزې رسنۍ پۀ واضحه ‌‌‌‌‌‌ډول د ښځو داسې عکاسي کوي لکه چې دوي انسانان نۀ وي. دوي داسې ښائي چې لکه څیزونه وي او ټولنیز او سیاسي سرګرمیو کښې برخه نۀ شي اخستې. ثناء اعجاز زیاته کړه چې ښځه د جنسي څیز، صنفي مارکیټنګ او جسماني توګه منفي شکل کښې څرګندولې کېږي. ښځې نه د کشش څیز جوړ کړے شوے دے. هغې ووئیل چې د ښځې دغه صنفي رول بدلېدے شي خو دې د پاره به پۀ ټولنیزه او فردي دواړو حواله مبارزه کول غواړي. ښځې لیکوالانې باید د ټېبو (taboo) ماتولو کار وکړي او سټېریو ټائپس (Stereotypes) پرانیزي.

    ‎د سټډي سرکل د ازاد بحث پۀ ترڅ کښې جمیله ګېلاني ووئیل چې خدائي خدمتګار تحریک د پدرسرۍ د ماتولو عمل تر ‌‌‌‌‌‌ډېره حده پۀ مخکښې وړے ‌ؤ خو چې کله راهسې ترهګرۍ د پښتنو پۀ خاوره یرغل کړے دے، هغې راهسې رجعت پسند قوتونو زمونږ ځائي کلتور چې کوم کښې د فعالیت ازادي وه، د منځه وړے دے.

    ‎ازاد بحث کښې طارق پښتونیار، عمران خان، جوهر خان‌ او عماد خلیل هم برخه واخسته. دوي ووئیل چې طبقاتي مبارزه او د صنفونو د برابرۍ مبارزه کښې باید توازن وساتلے شي. دوی زیاته کړه چې باچا خان یا خو پۀ جېلونو کښې ‌ؤ او یا بیا د پښتنو کوڅو کښې ګرځېدو. دوي دا هم ووئیل چې د ښځې نه د څیز جوړولو عمل د اعصابي وائرنګ پۀ ذریعه شوے وي او دا پۀ عمل کښې د لاشعور نه شعوري کچ ته راځي.  د دې ختمولو د پاره به پۀ عمل کښې یعنې پۀ کلتوري، سماجي او سیاسي سطح پۀ ټولتیزه توګه ماحول جوړول غواړي.

    ‎د سټډي سرکل پایې کښې د باچاخان ایجوکیشن فا‌ؤنډېشن مشر خادم حسین ووئیل چې د ‌‌‌‌‌‌ډاکټر وقار علي شاه کتاب ‘پښتتې ښځې او د قام خدمت’ پۀ ځانګړي تحقیق مشتمل کتاب دے کوم کښې چې د دې خا‌ورې د یو لوے تحریک او نهضت یو پټ اړخ څرګند کړے شوے دے. دا د ‌‌‌‌‌‌ډاکټر وقار صاحب پۀ ټولو پښتنو پۀ عمومي توګه او خدائي خدمتګار تحریک سره تړلو کارکنانو باندې پۀ خصوصي توګه لوے احسان  دے. دۀ ووئیل چې لکه څنګه چې خدائي خدمتګار تحریک د ټولنیز عدالت، قامي خپلواکۍ او د پدرسرۍ د منځه د وړلو د مبارزې ما‌‌‌‌‌‌ډل دے، دغسې دغه تحریک د موجوده دور د سیمئیزو او نړيوالو شخړو د هواري د پاره هم لوے ما‌‌‌‌‌‌ډل دے. دۀ زیاته کړه چې ننني دور کښې دوه لوي تصادمات پۀ نظر راځي. یو ته مونږ ستراتیژکي تصادمات وئیلے شو او بل ته ټولنیز او تهذیبي تصادمات وئیلے شو.

    ‎خادم حسین ووئیل چې د ‌‌‌‌‌‌ډاکټر وقار علي شاه د تحقیق نه داسې څرګندېږي چې خدائي خدمتګار تحریک پۀ وړومبي ځل پۀ بشپړه توګه د ښځو د شناخت منلو د پاره کلتوري فضا جوړه کړه، دوي ئې د خپلې ازادې ارادې د انتخاب برخمنې کړې، دوي ته ئې د سواد د حصول لارې ګودرې خلاصې کړې، او دوي ئې د ملکیت خاوندانې وګرځولې. د دې نتیجه کښې ښځو سړو سره اوږه پۀ اوږه د پښتنو د ازادۍ تحریک کښې مبارزه وکړه. د بشر دوستۍ، قامي خپلواکۍ ، د مکالمې او ډائیلاګ پۀ ذریعه د شخړو هواري، د زور زیاتي او کرکې نه ځان ساتل، د ټولنیز عدالت او انصاف او د خداے د پاره د خداے د عام مخلوق د خدمت دغه ما‌‌‌‌‌‌ډل د پښتون افغان اولس د پرمختګ، د سیمئیزې او نړیوالې سولې او انساني تهذیبي پرمختګ د پاره اوس مهال یو بل مشال ګرځېدے شي.

    ‎راروان سټډي سرکل د پاره اتم اکتوبر 2017ز نېټه وټاکلې شوه . دغه سټډي سرکل  کښې به د نصیر احمد احمدي پۀ ناول ‘بغدادي پیر ‘ باندې بحث کېږي.

    غزل

    اختيار الله اورکزے

    د انا د غرۀ پۀ سر باندې ولاړ دے
    دا سړے لوېږي، کمر باندې ولاړ دے
    سامعین ئې د زوال پۀ برید ولاړ دي
    مقرر لا پۀ ممبر باندې ولاړ دے
    ما ته ښائي زما خپل زاړۀ عکسونه
    سپين وېښتۀ مې پۀ ټټر باندې ولاړ دے
    تن مې پروت د بل وطن پۀ سرد خانه کښې
    روح مې خپل وطن کښې نمر باندې ولاړ دے
    بیا دا ستا د بې رخۍ مالګین باران دے
    بیا احساس مې پۀ خنجر باندې ولاړ دے
    د اختیار! باچا خاني ده مقدسه
    نمونځ ته هم پۀ خپل څادر باندې ولاړ دے

  • بنده ڪوټه – لائبه افروز زئ

    بنده کوټه –  لائبه افروز زئ

    د کور د لوړو لوړو دېوالونو تر شا به هواګانې هم کور ته پۀ ستر راننوتې. د کور د ښځو حال چرته پۀ قلعه کښې د راګېرو وينزو پۀ شان ؤ چې د هغوي چرته بهر ګرځېدل را ګرځېدل خو پرېږده، د ور شا نه بهر کتل بغاوت ګمارلے شو. د پشکال وريځو به پۀ داسې حال کښې د زړۀ شاړه زمکه نوره هم ويرانه کړه، د هواګانو شور به پۀ سينه کښې ښخ سپڼکي نور هم سرۀ کړل.

    پرون پۀ هم دغسې حال کښې يوه وړه غوندې شنه جنډۍ زمونږ پۀ انګڼ کښې راپرېوته. ما منډه کړه او را ومې نيوله او پۀ هغې لوپټې مې پاکه کړه کومه به چې د کور د لوړو لوړو دېوالونو تر شا هم د بې پړدې کېدو لۀ وېرې پۀ سر او ځان پسې هر وخت نښتې وه.لکه د اوسپنې د ټوپۍ پۀ شان. او بيا ډېرې خوشحالۍ  نه د دې جنډۍ پۀ لاس پۀ کوټې پلو دننه وځغلېدم. پۀ دې جنډۍ د جناح صاحب د تصوير سره “د ازادۍ جشن مو مبارک شه” پۀ غټو غټو ټکو ليکلي وو. د دې پۀ لوستلو مې د خيال د سترګو مخې ته هغه پخواني ټول پسرلي راغلل او د مازغو پۀ پړدې مې راوپارېدل. د مازغو پۀ يو مخ چغار او د يخې هوا څپو زۀ د کړکۍ نه بهر پۀ کتلو قهرولم، خو کړکۍ د سماج د دېوالونو پۀ شان زما د ورکوټي ځان نه ډېره لوړه وه. ما ته د بهر ننداره کولو د پاره د څۀ سهارې ضرورت ؤ چې پۀ هغې زۀ ودرېږم او تر کړکۍ ور ورسم او يو څو دقيقې بهرنے ژوند ووينم ـــ خو انساني سهاره خو د تورو کاڼو پۀ دې غر کښې چرته هډو وه نۀ، خو پۀ کوټه کښې يو بې سايې غټ مېز راته اواز وکړو،

    “وړې ښاپېږۍ! تۀ پۀ ما ودرېدې شې، دلته راشه! ما راوڅکوه او هلته مې يوسه! زۀ بې سايې ضرور يم، چرته تلے راتلے نۀ شم خو بې حسه نۀ يم.”

    د مېز پۀ دې خبرو زما پۀ مخ ډېره خوشالي خوره شوه. بې واره مې لاسونه وپړقول خو د چا د راتلو لۀ وېرې مې ځان راټول کړو. مېز مې راوڅکوۀ او تر کړکۍ مې يوړو، پرې وروختم او پۀ لوپټې مې مخ پټ کړو چې هسې نۀ د چا پردي تن نظر ورته نۀ شي. خپله زنه مې چې څنګه د کړکۍ پۀ درشل کېښوه نو د نم ژنې هوا څپه مې د اننګو سره وډغېده او راته ئې ووې،

    “اے اٰهو چشمې! هوسۍ سترګې مېرمنې! مخ دې ولې پټ کړے دے؟”

    ما ورته پۀ ډار ډار ووې،

    “د چا پردي تن د نظر نه چې تېره نۀ شي!!!”

    بيا د باران د وړو وړو څاڅکو يو چړکاو مې سترګې ښکول کړې او ځان ته ئې زما پام وګرځولو. وې ئې،

    “دا ستا سترګې دومره بې طمعې ولې دي؟”

    يو دوه اوښکې زما پۀ اننګو وڅڅېدې. بيا هواګانې راوړاندې شوې او دا اوښکې ئې پۀ اوږو سورې کړې. وې وئېل،

    “ماشومې ګوډۍ! ژاړه مۀ!”

    پۀ دې د وريځې يوه ټوټه پۀ ګډا راغله او پۀ اوښکو کښې رانغښتې هوا ئې د ځان سره پۀ بره يوړه او وې وئېل،

    “اوس ئې تماشه وکړه!”

    د تندر پړق وپړقېدو، څۀ شور شو، لۀ اسمانه نرے نرے باران راولوېدو. ما چې خپل مخ د کړکۍ نه لږ کوټې بهر کړو نو نري نري څاڅکي مې پۀ رخسارونو را ايسار شول او وې وئېل،

    “څنګه ئې ښکلې جينۍ؟”

    ما د شرمه وخندل او ورته مې ووې،

    “سمه ډېره خوشحاله.”

    پۀ دې کښې د هوا پۀ اوږو سور یو ګل زما د لوپټې سره وډغېدۀ او وې وئېل،

    “راڼۍ! پۀ ما دې خپلې زلفې ښائېسته کړه!”

    ما هغه ګل د خپلې لوپټې نه راوشوکوۀ او پۀ خپلو زلفو کښې مې ساز کړو. ما د دې ښکلې نندارې نه خوند اخستو چې ناڅاپه مې پۀ کور کښې د خپل ماما اواز تر غوږو شو. د زړۀ دنيا مې غمژنه شوه او د سترګو نه مې اوښکې راوڅڅېدې. يوه کونتره زما د کور پۀ لوړ دېوال کښېناسته او پۀ خپل اواز کښې پۀ دا شان تنانه شوه:

    راشه غوږ شه ما نه واوره دا قيصۍ
    پۀ قلعه کښې وه بندي يوه راڼۍ
    زړۀ ئې غوښتو چې زۀ والوځم اسمان ته
    تاو اخستے ځان مې ونيسم باران ته
    د سماج پۀ دېوالونو کښې بندي وه
    هلته دلته کښې د تلو پرې پابندي وه
    د ببوزو د رنګونو پۀ ارمان وه
    د دنيا د هنګامو نه پۀ لړزان وه
    پۀ هوا د الوتلو ارماني وه
    کۀ دا کار ئې نېکنامي کۀ بدنامي وه
    خبر نۀ وه چې کۀ بنده کوټه وا کړم
    ځان به هېڅ بې هېڅه خلقو کښې رسوا کړم

     

    پۀ دې کښې د چا د قدمونو کړپه مې لۀ نزدې نه تر غوږو شو نو حقه دقه ودرېدم. زر د مېز نه راکوزه شوم او مېز مې پۀ څکولو څکولو خپل ځاے ته يوړو. ماما مې کوټې ته راننوتلو. زما د مخ رنګ الوتے ؤ. ډېر پۀ زيرک نظر ئې د کوټې جاج واخستو. چې پورته ئې وکتل نو د کړکۍ تمبې ئې پرانستې وليدې. پۀ سرو سترګو راته برند شو. پۀ مخ ئې يوه زورداره څپېړه راکړه او ئې ووئېل،

    “بې شرمې! بې غېرته جينۍ! بهر دې څۀ ته کتل؟ چا ته دې کتل؟ تا ته پته نشته چې مونږ پښتانۀ يو، د چا د غېرت مثالونه چې ټوله دنيا ورکوي!!! او دا تا چې سرتور سر د کړکۍ نه بهر کتل نو دا هر څۀ دې هېر کړي وو؟ پړده د ښځې شرم وي! تا خو د خاندان ننګ او غېرت د پښو لاندې چيتي کړو”.

    لاړو او د کړکۍ ور ئې پۀ زوره بند کړو.

    د دغې درز سره ناسته کونتره والوته. زۀ لوندې سترګې د دېوال سره څکېدو څکېدو پۀ زمکه کښېناستم. مېز پۀ ژړغوني غږ وئیل،

    “ما وبخښه وړې ښاپېرۍ! زما پۀ وجه پۀ تا دا کانې وشوې.”

    پيکا غوندې موسکا مې پۀ شونډو راښکاره شوه. شونډې مې وخوځېدې،

    “نه نه! نه! هېڅ خبره نۀ ده” اواز مې ساه ورکړه.

    “راځه چې دې بنده کوټه کښې خپله دنيا اباده کړو.”

    دا د مېز اخرۍ خبره وه.”

  • څۀ کول پکار دي؟ اورنګزیب خان

     

    څۀ کول پکار دي؟ اورنګزیب خان

    کۀ سياست د اولسي پالیسیو يا حقونو پۀ سر د جدوجهد نوم دے نو سياست پۀ اصل کښې د ووټ پۀ ذريعه د دوو مسئلو لکه انتظامي او قانوني مسئلو د هوارولو لوبه هم ده.

    چونکې مونږ د پېرنګي څخه راپاتې د سختو انتظامي او قانوني مسئلو سره مخ يو نو پۀ دې وجه زمونږ د اولسي حقونو د پاره جدوجهد د سختو کړاوونو او مشکلاتو سره مخ دي د کوم تصديق چې زمونږ د خلقو عمومي وضعیت او حالت څخه خورا څرګند دي چې د پښتنو کاروان د مرګ او نېستۍ ژورو پۀ لور مسلسل روان دے او پۀ دغه وضعیت کښې د هېڅ تغير او بدلون اثار تر لرې لرې پورې پۀ نظر نۀ ښکاري.

    اوس څۀ کول پکار دي چې دغه حالت پۀ خوش بينۍ او ډاډ باندې بدل کړے شي؟

    بايد اول نه اول موجود انتظامي او قانوني پېچیدګۍ يو ته تغير ورکړے شي او د دې وضيعت بدلولو د پاره مبارزه نوره هم چټک او فعاله کړې شي. پۀ دې حقله به بې ځايه نۀ وي چې دلته د فضل الرحیم ساقي د کتاب “خدائي خدمتګار” مخ 209 څخه دغه حواله پېش کړم چې د باچا خان علېه الرحمة د پاکستان د وزير قانون منظور حسېن سره خبرې اترې د رهنما خط پۀ توګه مطرح کړم.

    باچا خان د جرنل ايوب خان د يو وزير قانون منظور حسېن لۀ خوا د فاټا د پښتنو پۀ حقله د انتظامي او قانوني پېچیدګيو سوال د را وړاندې کولو پۀ جواب کښې ووئېل چې د فاټا مسئله د حق خوداراديت مسئله ده. دلته کۀ څوک انتظامي او قانوني پېچیدګۍ را وړاندې کوي نو هغه به د قبائلو نشونما او ترقۍ او د هغوي د ا نساني حقونو د مطالبې سره د ضديت او دښمنۍ ثبوت تهيه کوي چې يو صحيح او برمحل لارښودنه نۀ ده.

    حقيقت دا دے چې قبائیلي نظام د دنيا يو فرسوده او د نفرت وړ نظام دے. کۀ څوک د قبائیلي رسم و رواج خبره کوي چې فاټا دې د خپل رسم و رواج پۀ چوکاټ کښې خپل مخ سر ته پرېښودې شي نو دا د هغوي سره زياتے او ظلم دے، ځکه چې بلوچستان کښې هم کله د ډېره بګټي او کوهلو وغېره قبائیل پۀ بلوچستان کښې مدغم کړے شول نو تر نن ورځې د هغوي پۀ رسم و رواج او قبائیلي ژوند کښې هېڅ تغير نۀ دے راغلے او هغوي اوس هم د خپل دود دستور مطابق ژوند کوي، خو دومره ضرور وشول چې نن هغوي ته دغلته موجود اسانتياګانې لکه تعليم، صحت، ګېس، د ووټ حق او روزګار مواقع ټولې ميسر دي او خپل معمولات لکه د تېر پۀ څېر مخ پۀ وړاندې بوځي. کۀ پاکستان دلته قبائیلو ته بنيادي انساني حقوق لکه تعليم، علاج، روزګار، د سړي سر ووټ حق او مواصلاتي اسانتياګانې نۀ ورکول غواړي او غواړي چې دا قبائیل هم دغسې د دنيا څخه علیٰحده وساتلے شي نو دا د حالاتو د ادراک نیشتون او حکومتي بدنيتي ظاهروي او بل د دوي کمزوري هم پۀ ډاګه کوي چې دوي د پېرنګي دغه راتپلے انتطامي چوکاټ او متعلقه قوانينو ته د تغير ورکولو او اصلاحاتو رائج کولو توان او صلاحيت نۀ لري او ځکه اوس هم دا علاقه د امريکائي وسلو لکه ډرون ټېکنالوجي چې د امريکې د ورجينيا رياست څخه قابو کېږي، دلته کره او ازموي چې پۀ باقي دنيا کښې ترې هم کار واخلي.

    دا نيت د رهبر تحريک هغه تجزيه هم پۀ ثبوت رسوي چې دا علاقه د عالمي طاقتونو لپاره د تجربه ګاه حېثيت لري چې دلته خپلې جديد او پرمختللې وسلې وګوري او هغه کره کړي. د پښتنو علاقې دغسې د عالمي تجربه ګاه پۀ حېث کارول نۀ صرف د پښتنو د پت او ناموس سره لوبې دي بلکې دلته چې کوم خلق د دې تجربه ګاه د قيام او بقاء د پاره جواز تهيه کوي، هم پوره پۀ پوره برابر کهاته شريک او پۀ دغه تباهۍ کښې برابر ذمه دار دي.

    حکومت بايد باقي دغه ناکړدې د پښتنو سره بندې کړي او باقي دغه د فاټا پۀ نوم بېن الاقوامي تجربه ګاه وتړي او قبائیل د نورې دنيا سره یو کړي چې خپله انساني وظيفه ښۀ پۀ امن او سوکالۍ سره تر سره کړي، ګنې نو نن چې پاکستان د خپلو پالیسیو پۀ وجه د کومو حالات سره مخ دے، دا به نور هم پېچلي او بې قابو شي او يوه لويه تباهي به رامنځ ته کړي.

    معلومه دې وي چې پۀ خارجه پالېسۍ کښې تغير پۀ داخلي بيانيه کښې د بدلون راوستو نه بغېر هېڅ امکان نۀ لري. جنرل ضياء پۀ پاکستان کښې يوه داسې داخلي بيانيه ايجاد کړه چې نن لکه د منحوس سیوري د پاکستان د بقاء او استحکام د پاره نۀ صرف يو ستر ګواښ او خطر متوجه کوي بلکې سیمه کښې هم د عدم استحکام محور ګرځېدلې ده. د دې بیانیې پله د منطقي اپروچ پۀ ترڅ کښې د متبادلې بیانیې مخې ته راوړلو پۀ ځاے د حالاتو پړه کښې د ګاونډیانو سره پۀ بلېم ګېم وخت تېرول حقیقت نه سترګې پټول دي.

    کۀ پاکستان د زر نه زر پۀ خپله داخلي بيانيه کښې تغير رانۀ ولي او هم هغسې د بنياد پرستۍ لار پلي کړي او مذهب د سياسي مقاصدو د پاره استعمال کړي نو دا ضد او انانيت به يوې داسې تباهۍ کښې بدل شي چې د خلقو نه به عراق، شام او لېبيا هېر کړي. مونږ ته به د کتاب دننه او د کتاب څخه پۀ بهر دنيا کښې فاصله کمول وي. د اسلام پۀ نوم چې د خداے پۀ زمکه د خداے نظام نعره کوونکي څۀ کوي، دغه څۀ بالکل د قران دننه نشته.

    دا وخت پاکستان کښې د اسلام پۀ نوم د دوه نيم زرو څخه هم زياتې فرقې، ډلې او اسلامي پارټۍ دي چې هر يو د اسلام باره کښې خپل نصاب، خپل کتاب، او خپلې 3500 مدرسې چلوي. د پاکستان دا حال تاسو د دنيا پۀ ټولو اسلامي ملکونو تطبيق کولے شئ او وجه ئې هم يوه ده چې ټول پۀ څۀ نه څۀ شکل کښې د يو نه يو استعماري قوت مستعمره دي.

    دا وخت او دا دوران د قوت ارادي، همت او توجه مطالبه کوي. بايد چې هر څۀ ډېر پۀ سوچ، فکر او تدبر سره ووئېلے شي او وکړے شي او د جذباتيت، پرغز، غصې او قهرېدو څخه ځان مطلق وساتلے شي. نن زمونږ د قيادت اصل امتحان دا دے چې د پرغز او جذباتو پۀ دې تاريخ کښې دوي خپل اعصاب او استقامت څنګه متوازن، مستحکم او ازاد ساتي. دا يو زمانه ساز او قرن ساز دور دے، ځکه چې وخت، زمانه او دوران اړخ بدلوي. انسان لکه چې د خپل وخت نه ډېر مخکښې روان دے او بيا بالخصوص زمونږ غوندې قومونه او نسلونه چې د فکر پۀ لحاظ د ترقي يافته دنيا څخه پۀ سوونو کلونو وروسته يو. د هغوي سره د مادي او سائنسي اوزارو او اٰلاتو پۀ پرتله خو به برابري وکړو خو ايا مونږ به د هغه نفسياتي مبهم جنګ مقابله وکړې شو چې د کوم پۀ مقابله کښې زمونږ دليل او مطلوب غېر واضح دے او نن هم د خپل قام د یو مظلوم او مغلوب اولس د پاره د بنیادي انساني حقونو او جمهوریت پۀ غوښتنه کښې وړومبي صف کښې ځکه ولاړ یو چې نن هم زمونږ ډېر وروڼه د پېرنګي د استعماري نظام لۀ وجې د قرون وسطيٰ پۀ دور کښې پۀ اوسېدلو مجبور دي، او اوس هم د پېرنګي دغه مکروه سلطه قائم ساتلو د پاره د جمهوریت مخه نیولې کېږي.

    د وېرې او عدم تحفظ کوم احساس چې پۀ دې خاوره خور کړے شوے دے، د چا پۀ ګټه هم نۀ دے.

    زمونږ دا ذمه واري ده او مونږ له پکار دي چې د وېرې او عدم تحفظ د دې نفسیاتو نه د خپل راتلونکي کهول حفاظت کول جاري وساتو، قبائیلي سیمې د یوې جنګي مورچې حالت نه راویستلو د پاره سیاسي عمل کښې برخه واخلو او د خپل سیاست سره هر حالت کښې پۀ استقامت متحرک پاتې شو.

    ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

     

  • د سلو لفظونو قیصه – رحمت دیوان

    د سلو لفظونو قیصه – رحمت دیوان

    پۀ کلي وېره خوره وه

    څڼورو زلمو ټوپکې پۀ اوږه

    د ظلم بازار تود کړے ؤ

    اوازه وه

    چې د شپې مشران هم راځي

    د کلي خلق د وېرې لۀ لاسه لۀ خپلو کورونو نۀ راوتل

    د چا چې د ډوډۍ لمبر ؤ

    هغوي هر څۀ لۀ ماښامه ور رسولي وو

    پۀ يوۀ کور کښې يو ماشوم ترهېدلے د مور غېږ کښې پروت ؤ

    مور ئې ورته وئيل،

    “بچيه! وېرېږه مۀ!

    خداے پاک شته،

    لۀ دې ظلمه به مو خلاص کړي.”

    نيمه شپه، کلے خونړيو غړمباو واخست

    درانۀ درانۀ بمونه راوغورځېدل

    سحر ټول کلي د شکرانې لمونځ ادا کړو

  • پان اسلام ازم د نيوهسټورسزم پۀرڼاکښې

    د عالمګير حکومتونو تاريخ مونږ ته دا خبره واضحه کړې ده چې پۀ اکثره دنيا حکومت کوونکو کښې تر ټولو ياد حکومت د يونانيانو ؤ چې د مقدونيه سکندر پکښې د وسله وال طاقت پۀ زور د عالمګيريت سرخېل ياديږي. د دې نه وړاندې هم د هخمنشيانو تهذيب مشهور دے، خو پۀ دې کښې د عالمګيريت رواجي اساسي محرکات پۀ څرګنده توګه فعال نۀ دي. بيا ورپسې د رومن امپائر (رومن امپراطوري) يادېږي چې اګسټس سيزر ئې اولنے سالار ؤ، جوليس سيزر پکښې ډېر مشهور دے چې کله ئې سياسي بريا ترلاسه کړه نو ډېر زر مطلق العنانيت ته ګامزن شو او قتل کړے شو. دا سلطنت هم لکه د سابقه سلطنت لوے تاريخ لري. ورپسې دې لړ کښې د مسلمانانو سياسي تاريخ عالمګير يادېږي چې پۀ څو پېړيو خور دے. د دوي د زوال نه پس د پېرنګيانو هغه سياسي سلطنت ته دوام حاصل ؤ چې ورپورې مشهوره وه چې د دوي پۀ سلطنت کښې نمر نه ډوبېږي، بيا د دې نه پس تر اوسه پورې د امريکا حکومت پۀ ټوله نړۍ کښې عالمګير يادېږي. د اخر الذکر دوه سلطنتونو د حکومت بڼه، وقوعاتي ساختونه او طرزِ حکومت د سابقه سلطنتونو نه ډېر جدا دي.

    د نړۍ د دې ټول سياسي تاريخ نه پۀ قامي او بېن المللي کچ د حکومت او اقتدار د حصول لپاره مشترکه کوټلي او ټاکلي قوانين او لوازمات پۀ نظر راځي. هر هغه قام چې دا لوازمات
    پۀ کومه سطحه ترلاسه کړي دي، پۀ هم هغه سطح ئې د نړۍ پۀ حکومت کښې برخه اخستې ده. دغه ياد کوټلي او ټاکلي قوانين او لوازمات کښې د مذهب د جائز مقام ټاکنې پۀ لړ کښې د مسلمان مفکرينو نه تر اوسه پورې بلها بې توله افراط و تفريط (اعدام او تجاوز) شوے دے. اګر کۀ د قامونو د

    اقتدار پۀ مدوجزر کښې زمونږ سره پۀ معلوم تاريخ کښې داسې يو مثال هم نشته چې يو قام پۀ نړيواله سطحه د اقتدار نه راغورځېدلے وي او بيا ئې پۀ نړيواله سطح اقتدار حاصل کړے وي.

    پان اسلام ازم هم د يادې رويې يوه زوروره کړۍ ده. عموماً د دې ډانډي او رګ رېښه د سيد جمال الدين افغاني سره تړلې پۀ نظر راځي. سيد جمال الدين افغاني د مسلمانانو يو ډېر نيازبين او معروف مشر دے. د مسلمانانو وابستګي ورسره د عقيدت حد ته رسېدلې ده1. د موصوف د زېږون ځاے پۀ حقله د مؤرخينو اختلاف دے. د يروشلم پۀ هبرو پوهنتون (هبرو يونيورسټي اف جروشلم) کښې د سياسياتو پروفېسر جېکب لنډاو (Jacob Landau) د کتاب مطابق هغه د بعضې مؤرخينو پۀ نيز د کابل سره نزدې يو ځاے کښې پېدا شوے دے2 خو بعضې نورو محققينو دا خبره سپينه کړې ده چې نه، هغه ايران کښې د حمدان ښار سره جوخت اسداباد نومې ځاے کښې پېدا شوے ؤ3. د دوي د وفات کال اتلس سوه اووۀ نويم 1897)ز( او د زېږون کال ئې اتلس سوه او نهه دېرشم 1839)ز( دے. ياده دې وي چې دا موده ټول پۀ ټوله د ګرېټ ګېم منځومانه کښې راځي.

    د پان اسلام ازم اصطلاح پۀ حقله هم مختلف نظرونه دي. شيرين اسلم4 پۀ دې حقله يوې مقاله کښې مختلف نظرونه راجمع کړي دي چې يو پکښې دا هم دے چې سر محمد اقبال خپلې يوې مرکه کښې د دې اصطلاح مؤجد يو فرانسيسي صحافي ګرځولے ؤ چې نوم ئې ورته ياد نۀ ؤ. دا رنګ ئې د مستشرقينو پۀ حقله هم حوالې راوړې دي چې دا اصطلاح ئې پۀ نولسمه پېړۍ کښې مروج کړې وه. د دې تصور مرکزي خيال د اسلام افاقيت ؤ. عجيبه خبره دا ده چې کله هم د افاقيت يا عالمګيريت دا تصور منځ ته راځي نو د سياست پۀ لاره د اقتدارِ محض سره پېوستون ئې ډېر جوت وي. د اسلام د افاقيت نه هېڅ انکار نشته خو دا افاقيت د اقتدار سره دومره تړون او لازمي نسبت نۀ لري څومره چې پۀ سياسي تاريخ کښې ورسره د مسلمانانو مفکرينو پاتې شوے دے. د يوې صالحه معاشرې د قيام پۀ لړ کښې د نړيوال کچ اصولي معيارونو پۀ باب له د اسلام افاقيت مسلّم دے، د قيامِ رياست او حصولِ اقتدار سره ئې رشته ثانوي ده. نتيجتاً کۀ د اقتدار پړاو ترلاسه کېږي، هغه ډېر بدل څيز دے.

    پۀ هرحال، پان اسلام ازم د دې خطې مسلمانانو ته د اسلام د عالمګيريت او افاقيت يو سياسي ورژن ورکړو او د ټولې نړۍ د مسلمانانو د ټهېکې اخستو پروجيکټ ئې ورپۀ غاړه کړو. دا اصل کښې يو هوائي، تخيلاتي، ائيډيل او يوټوپيائي تصور ؤ. علامه محمود احمد عباسي د پان اسلام ازم د تصور مؤجد اول ډرومن وولف (Drummond Wolff) ګرځولے دے5.

    د دې تصور رامنځ ته کېدو پۀ دورانيه کښې ګرېټ ګېم پۀ خپل عروج باندې ؤ. ګرېټ ګېم باقاعده يو تاريخي عصر او تناظر دے، اګر کۀ د دې شهرت وروستو کلونو کښې بام ته ورسېدو.

    مؤرخين د سلطنتِ برطانيه او سلطنتِ روس تر منځه د نولسمې پېړۍ د زياتره برخې پۀ دورانيه کښې د افغانستان، مرکزي او وسطي ايشياء د ګاونډي ملکونو پۀ مېدان کښې سياسي، سفارتي، زېرِ زمين او ظاهري محاذ بندۍ ته د ګرېټ ګېم نامه ورکوي. دا هغه عصر دے چې د مسلمانانو د زوال د انتها پېل ګڼلے کېږي. سلطنتِ مغليه نړېدلے دے، روس د مسلمانانو د قفقاز ازاد رياستونه فتح کړي دي، ازبکيان هم مفتوح شوي دي، پېرنګيانو پۀ افغانستان متعدد جنګونه مسلط کړي دي، انډونيشيائي او ملايه قامونه د مغرب کالونۍ جوړې شوې دي، الجيريا د فرانس لۀ خوا فتح شوے ده، تيونس د فرانس پۀ ولقه کښې ګېر دے، مصر د پېرنګيانو پۀ پنجه کښې دے، عثماني سلطنت مشرقي اروپا کښې د مسلمانانو اکثري خطې لکه بوسنيا او بلغاريه نورو غېر مسلمو ته حواله کړي دي، سوډان کښې هم د پېرنګيانو راج جوړ دے ـــ

    دې ټوله منظرنامه کښې پان اسلام ازم د امت مسلمه لپاره د اميد يو څرک جوړيدل ډېر پۀ اسانه ذهن قبلوي. سيد جمال الدين افغاني د دې تصور لپاره دومره متحرک او فعال کردار ادا کړو (د مسلمانانو د شانداره ماضي او پۀ دنيا بيا د يو مقتدر قام پۀ توګه د رامنځ ته کېدو د خوب تعبير کښې) چې خلقو ورته د پان اسلام ازم مؤجد او سالارِ اول ووئيلو.

    پۀ مسلمانانو کښې دا يو عجيبه رواج دے چې د فکري تحريک هر ډانډے د خلافت/ دورِ نبوت/ قدامت سره پۀ څۀ نه څۀ تعلق تړلے کېږي. د پاکستان بنياد د محمد بن قاسم ديبل ته د راتګ سره، يا د نظريه پاکستان تصور د خوشحال او رحمان بابا پۀ شاعرۍ کښې ـــ داسې نور بلها مثالونه دي چې د دې خاورې اولاد کښې پرې رخنه اچولې شوې ده.

    هم دا رنګ د پان اسلام ازم علمبردار هم پان اسلام ازم پۀ درې حصو کښې وېشي ـــ اغاز ئې د دورِ نبوت نه کوي او د دې د اولني عصر اختتام پۀ اتلسمې پېړۍ کوي ـــ دوېم عصر د اتلسمې پېړۍ نه تر کال نولسوه او څليریشتم 1924)ز( پورې ګڼلے کېږي چې د خلافت خاتمه وشوه. هم دا دورانيه وه چې د مروج پان اسلام ازم صورت پذيري پکښې وشوه. پۀ اوليت کښې جمال الدين افغاني او د متحده هندوستان پۀ منطقه کښې سر محمد اقبال د دې تصور جرار پلويان وو. درېم عصر ئې د نولسمې او شلمې پېړۍ هغه برخه ده چې نېشنلزم د پان اسلام ازم ځاے نېول شروع کړل. دا رويه ډېره رواجي ده او د تقدس لپاره ډېره مؤثره هم ده. هر هغه خيال، تصور او فلسفه چې خپل علمي وقعت لري، حقيقتاً د هېڅ قسمه قدامت، تاريخيت او تقدس محتاجه نۀ وي، هغه خپل حېثيت او مقام پۀ خپله د ټاکلو قدرت لري. د خارجي شهادت ضرورت ورته محض د تفهيم او ادراک پۀ دائرو کښې مطلوب وي.

    تېرو کرښو کښې چې د ډرومن وولف کوم ذکر شوے ؤ، غواړم دلته د هغې حوالې وضاحت او تاريخي استشهاد لپاره د نيوهسټورسزم د tool (فکري اوزار) پکارونه وکړم. دغه موصوف يو پېرنګے ساستدان ؤ چې پۀ کال اتلس سوه او دېرشم 1830)ز( کښې زېږېدلے ؤ او کال نولسوه اتۀ 1908)ز( کښې مړ شوے ؤ. د حسب نسب لۀ رویه د پلار اړخ نه يهودي ؤ او مور ئې د برټش ګورنمنټ د مشهور وزيراعظم رابرټ والپول (Robert Walpole) د کورنۍ نه وه. ابتداء نه ئې پۀ فارن اٰفس کښې کار کولو. د لنډن ګزټ د 1855ز اګست مطابق دا سړے د برټش لۀ خوا قسطنطنيه او مصر ته د هغه سياسي مسئلې لپاره پۀ يو مشن واستولے شو کوم ته چې تاريخ کښې “ايسټرن کوئسچن (Eastern Question) وئيلے کېږي.

    د روس ترکي جنګونو پۀ نتيجه کښې روس د خلافتِ عثمانيه سره نښتے ؤ او ډېرې علاقې ئې ترې لاندې کړې وې. پېرنګيانو د خپل سياسي رقابت پۀ وجه د عثماني خلافت ملاتړ کولو، د کريميا د جنګ تاريخ زمونږ مخې ته دے. دا مفروضه اصلاً پۀ اسانو ټکو کښې د خلافتِ عثمانيه نه د وتلو علاقو پۀ منځ کښې راپېښ متزلزل سياسي، سماجي او سفارتي صورتحال کښې د بېن الاقوامي سټو د مفاداتو جنګ ؤ. وروستو دغه موصوف د برټش ګورنمنټ لۀ خوا ايران او سپېن کښې د سفارت کار پۀ حېث ډېره موده کار کړے دے.

    پروفېسر عباسي چې تېرو کرښو کښې ئې حواله تېره شوه، ليکلي دي چې دا ډرومن وولف هغه زېرک او چالاک سړے ؤ چې سيد جمال الدين افغاني او د سلطان عبدالحميد ثاني غوندې خلقو نه ئې مهره جوړوله. دۀ د پان اسلام ازم تصور دې د پاره څو قابل قبول مسلمان ليډرانو ته پۀ يو داسې مثبت انداز پېش کړے ؤ چې اکثريت خلقو ته تر اوسه يو جینوين اسلامي تحريک ښکاري؛ حال دا چې دا د پېرنګيانو د روس پۀ خلاف يو سياسي سازش ؤ. هم دا وجه وه چې خلافتِ عثمانيه او امير عبدالرحمان جمال الدين افغاني ته ډېر زر جواب ورکړو.

    ابوالکلام ازاد هم اول اول کښې د دې تحريک نه اميدونه وابسته کړي وو خو وروستو بيا مکمل خاموش ښکاري، مطلب دا چې د دې لغم ته ور رسېدلے ؤ.

    دوېم د اسلام “يونيورسلزم” پۀ پان اسلام ازم کښې داسې پکار راغلو لکه د پښتنو پۀ پکارونه کښې چې “غېرت” څنګه پکارولے شوے دے ـــ درېم د جغرافيې پۀ ځاے ائيډيالوجي ته زيات اهميت ورکولو پۀ اٰړ کښې پېرنګيانو د نيو نېشنلزم لاره هم د دوي نه خطا کوله ـــ څلورم د پان اسلام ازم انټليکچول ساخت پۀ مصر کښې تيارېدو، مورچه ئې ورته کابل نه جوړه کړې وه او د سويت يونين لاره نېول پکښې هم حاصلېدل ـــ پنځم د ګرېټ ګېم د لاندې مسلمانان د بل اړخ نه هم دې پېرنګيانو د عرب نېشنلزم پۀ تصور تقسيمول ـــ شپږم د پان اسلام ازم پۀ دې ترڅ کښې د مسلمان نه د هند سره مشترکه د باهمي ورورولۍ ماضي هېره کړي، تاريخيت د پښو لاندې کړي او نوي معيارونه رامنځ ته کړي. د دې انجام بيا وروستو د دوه قومي نظريې پۀ صورت کښې پۀ يو بل علمياتي منهج کښې رامخې ته کړے شو.

    د دې نه پس د مشل فوکو (Michel Foucault) د تاريخي ادراک د نظريې پۀ پکارونه اوس دلته د جديديت د ډسکورس يو درېم مخ د پان اسلام ازم پۀ صورت کښې راڅرګندول غواړم. دا زاويه نظر پۀ دې وجه هم ډېر ضروري دے چې د پان اسلام ازم د وجې سيد جمال الدين افغاني ته د جديديت اسلامي سالارِ اول هم وئېلے کېږي.

    د هر عهد يو حاوي فکر (اپسټيم/(Epistem وي چې هغه د دې عهد تمامي ذهني، ثقافتي، معاشي، سياسي او علمي شعبو او طور طريقو ته محيط وي. هم د دې حاوي فکر پۀ وسيله تمامي ذهني رويې او ثقافتي ادارې د مسائلو ادراک کوي. “جديديت” پۀ خپلو بلها تعبيراتو کښې يو تعبير د دې حاوي فکر پۀ عملي او وقوعاتي صورت کښې څرګندوي. يعني دا د يو دور حاوي فکر دے چې پۀ دغه مذکوره دائرو کښې اثر انداز کېږي. اوس نو د يو پوره عهد پۀ دومره متنوع دائرو اثر انداز کېدونکے فکر ظاهره ده چې د معنې يوه تهه خو به نۀ لري، څۀ جهات او تِهـ در تِهـ مدوجزر به هم لري. دې لړ کښې جديديت پۀ درې برخو وېشلے کېږي. يوه ماډرنټي ده، د نشات ثانيه نه پس چې پۀ مغرب کښې پۀ علمي او سماجي سطح کوم بدلون راغلو، انتهروپالوجسټ دې ته د ماډرنټي نوم ورکوي. دا بدلون هم د ياد حاوي فکر پۀ وجه وجود مومي.

    بله برخه ماډرنائزيشن ده ـــ دا د نوي صنعتي سماج د وجې رامنځ ته شوو معاشرتي هلوځلو او بدلونونو ته محيط ده.

    درېمه برخه ماډرنزم ده ـــ دې کښې جمالياتي زاويه مرکزيت لري او پۀ فلسفيانه رغوڼه کښې ئې درې جهات يعني عقليت، داخليت او خود مختاريت شامل دي.

    جديديت يو داسې پروجيکټ ؤ چې فعال محرکاتو کښې ئې روشن خيالي او هيومنزم شامل وو. دې انساني ذات ته يوه خودکاره افاقي جامه ورواغوسته، دا ئې د زمان مکان د قېد نه ماوراء وګڼلو، دا ذات درون او بيرون (ځان او دنيا) د تعقل پۀ سوب پېژني. تعقل ته ئې تر ټولو لويه درجه وروبخښله ـــ هم دا رويه وه چې د سائنس د پرمختګ ذريعه جوړه شوه او يو داسې صورتحال ئې رامنځ ته کړو چې د صداقت د معيار لپاره ئې کُلي اختيار سائنس ته ورکړو. دا فرض کړې شوه چې سائنس همېشه د ترقۍ باعث جوړېږي. د جديديت ماڼۍ پۀ عقليت، کليت، افاقيت او ترقۍ باندې ودرولې شوه، دا ټولې نړۍ لپاره يو لوے نعمت وګڼلے شو، د يو ايقان راپېدا کولو هڅه د دې پۀ ذريعه وشوه چې دا د ټولې نړۍ لپاره د ارام سکون، امن او خوشحالۍ ضمانت ورکوي. د توهم، جهالت، بې روزګارۍ، بې وسۍ او لاچارۍ لپاره دا يو غېرمعمولي علاج وګرځولے شو. د دې پروجېکټ د لانچ کولو لپاره مغرب نو ابادياتي ملکونو نه خپلې تجربه ګاه جوړې کړې. د دې پۀ شا د علمياتي منهجونو فکري وراثتونه ور وتړلے شو. چارلس ډارون د انواع، کارل مارکس د مادي و معاشي تاريخ او فرائيډ د انساني ذهن او نفس پۀ حقله د تحقيقاتو بنياد پۀ کليت باندې کېښودوـــ يعني د هر قسمه اتهارټي او اسټېبلشمنټ يو مرکز، يوه نکته او واحد حل رامنځ ته کړے شو.

    هم دې بهاو کښې سيد جمال الدين افغاني غوندې مخلص او نابغه هستيانې هم توې شوې، د هغۀ شاګرد د مصر مفتي اعظم شېخ عبدهٌ تر دې حده د جديديت غلام شو چې د بېنک د سُود پۀ باره کښې ئې د جواز فتويٰ جاري کړه6.

    د عالمِ اسلام اولنے سړے ؤ چې د سرمايه دارانه نظام د مضبوطولو لپاره ئې دومره لوے جرأ ت وکړو.

    پۀ پان اسلام ازم کښې هم د جديديت پۀ شان د افاقيت، کليت، روشن خيالۍ، عقليت او عالمګيريت پۀ آړ کښې درانۀ، اوږدۀ او خواږۀ خوبونه خلقو ته وښودلے شو. د دې د ايقان استدلال دا دے چې تاريخي عهد يو دے او حاوي فکر يو دے، ورسره ورسره پۀ اقتدار ناست ټولګے يو دے. پۀ نظري زاويه اوس د جديديت او پان اسلام ازم ترمنځه څومره نزديکت ثابت شو!!!

    دې عهد کښې د جديديت پۀ علمياتي منهاج کښې داَلْعَوَام کَالْاَنْعَام(اولس پۀ مثال د څاروو وي) او داَلسُّلْطَان ظِلّ الله(باچا د خداے سیورے وي) پۀ ثنويت قائمه مفکوره چې د سرمايه دارانه نظام د تحفظ تر ټولو لويه وسله وه او د هرې خطې د مقتدرې طبقې تر منځه يوه منلې زېرِ زمين معاهده وه ـــ پۀ يو درېم مخ د پان اسلام ازم د سياسي زېږون او اطلاق پۀ شکل کښې د مسلمانانو پۀ خاوره وازمائېلې شوه!! خو چې کله د دې ټولو ضمانتونو باوجود داسې تباهۍ رامخې ته شوې چې سابقه تاريخ کښې ئې مثالونه نۀ وو، جنګ عظيم اول او ثاني، فکري يلغارونه، صارفيت او هائپر رئيلټيز (تشکيلي حقيقتونه) او داسې نور بلها ظلمتونه نو د يادو تحريکونو پۀ مخ څۀ پاتې شو؟

    د پان اسلام ازم قيصه هم بدله نۀ ده ـــ د مسلمانانو د علمي مال و متاع او فکري وراثت سره سره سياسي ترقي هم پۀ تنزل بدله شوه ـــ مسلمان د تقسيم در تقسيم در تقسيم عمل پۀ چاړۀ سوري وري شو ـــ د وحدت ارمان داسې پاره پاره شو چې د بيا راټولېدو امکانات پکښې ورک شول.

    زۀ دا نۀ وایم چې پۀ دې ټول سياسي اسکيم د پان اسلام ازم علمبردار پوره پوره خبر وو او بيا ئې هم ورته د عملي کولو هڅې کولې، خو سياسي ادراک او دوراندېشي ئې د دې درجې وه چې نن هم د دې تصور د علمبردارو باقيات (اخوان، جماعت اسلامي، د جامع ازهر فکري پلويان وغېره) پۀ هم هغه افکارو او لارو روان دي چې ناکامي ئې پۀ بار بار ثابته شوې ده ـــ سياسي غلطي يوه داسې مرحله وي چې ورپورې د قامونو اجتماعي مفاد او ژوند تړلے وي، ځکه تاريخ د داسې امر لپاره يوه بدله رويه خپلوي.

    د پان اسلام ازم اولنو علمبردارو سيد جمال الدين افغاني، د هندوستان خطه کښې سر محمد اقبال، عنايت الله مشرقي، مصر کښې شېخ عبدهٌ او رشيد رضا نه رواخله تر د دوي د نن وارثانو سره کومه عالمي افاقي ضابطه حيات موجوده ده چې پۀ فکري او عملي توګه د انسان لپاره بالعموم او د مسلمان لپاره بالخصوص د تمامي تنزل علاج وګرځي؟

    زۀ دلته دا يو سوال هم را اوچتول غواړم چې سيد جمال الدين افغاني د عمر زياتره برخه کښې د نړۍ پۀ بلها ملکونو/ براعظمونو (ايشيا، اروپا، افريقه، خليج) کښې د يو متحرک سياسي رهمنا پۀ طور ازادانه ګرځي او بيا سياسي خيالات ئې هم پۀ نړۍ د حکومت کولو دي ـــ نو دۀ ته د سلطنتِ برطانيه يا د سلطنتِ عثمانيه يا د سلطنت روس لۀ خوا څۀ مشکلات ولې نۀ پېښېږي؟

    د باچاخان، نېلسن منډېلا او ابوالکلام ازاد پۀ سياسي سفر کښې خو د دۀ د خيالاتو نه زيات قابل قبول سياسي جدوجهد جاري ؤ نو بيا ولې ورسره د مقتدره ټولګو رويه بدله ده؟

     

    أخذ لیکونه:

    1. Wilfrid Scwan Blunt, India Under Ripon: a private diary, London. 1909, p.112.
    2. Jacob M. Landau, the politics of Pan-Islamism, New York, Clarendon press, Oxford, 1990
    3. Nikki R. Keddi, An Islamic Response to imperialism, Los Angeles, University of California press, 1983
    4. Shireen Aslam, Pan Islamism and Iqbal.
    5. پروفېسر عباسي، مسلمان ليډر او برطانوي سياستدان، مشمولهپاکستان، خادم چارسده، اګست1948ز، منظور عامر برقي پرېس، پېښور
    6. Dawn Story of 26 June 2009,

    https://www.dawn.com/news/845231

    ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

  • اداريه – نومبر 2017

    د NA-4 ضمني انتخابات

    د خېبر پښتونخوا د واکمن ګوند او د کالعدم جهادي تنظیمونو پۀ ملاتړ د ولاړو امیدوارانو نه بغېر نورو ټولو ګوندونو پۀ NA-4 کښې شوو انتخاباتو باندې نۀ صرف خپل تحفظات څرګند کړي بلکې د دې پۀ نتیجو ئې هم خپل اعتراضونه مخې ته راوړي دي. د عوامي نېشنل پارټۍ پارلېماني لیډر سردار حسېن بابک او د اېن اے څلورمې حلقې نه د عوامي نېشنل پارټۍ امیدوار خوشدل خان ایډوکېټ پۀ یو شریک پرېس کانفرنس کښې د الېکشن کمېشن نتیجې رد کړې دي او پۀ زغرده ئې پۀ الېکشن کمېشن د جانبدارۍ الزام لګولے دے.

    حقیقت دا دے چې د الېکشن کمېشن پۀ نتیجو باندې دا اعتراض څۀ وړومبے اعتراض نۀ دے. دا اوس یو منلے شوے حقیقت دے چې پۀ پاکستان کښې به انتخابات ازاد هم وي، شفاف هم وي خو غېر جانبدار به کله هم نۀ وي. کۀ الېکشن کمېشن د دې اعتراضونو تردید کوي نو د هغه حالاتو سره څۀ کولے شي چې د دې جانبدارانه انتخاباتو پۀ نتیجه کښې د پوځ او حکومت تر منځ د عدم اعتماد او بې باورۍ پۀ شکل کښې زمونږ مخې ته ولاړ دي. د حکومت او پارلېمان د هرې فېصلې پۀ شا اولسي ملاتړ هېڅ وجود نۀ لري او دا پۀ خپل ځاے د سیاست او پارلېمان نه د اولس بدخوا کولو یو منطقي سبب دے. اولس دا ګڼي چې د پارلېمان فېصلې زمونږ د غوښتنو ترجمانې نۀ وي، خو اولس باید دا ادراک ولري چې نا خوښې پارلېماني فېصلې د الېکشن کمېشن د جانبدارۍ ورکړه وي.

    د ملک د یو منتخب حکومت پۀ موجودګۍ کښې د داخلي عدم استحکام مسئله د الېکشن کمېشن پۀ جانبدارۍ او د انتخاباتو د نتائجو پۀ عدم شفافیت دلالت کوي. نتیجتاً منتخب حکومت کله هم سِول او ملټري بېوروکرېسي سره د یو متوازن او مستحکم تعلق قائمولو جوګه نۀ وي او خپلو فېصلو د پاره د هاغه اولسي ملاتړ نه بې برخې وي چې د سِول او ملټري بېوروکرېسي او منتخب حکومت تر منځه د تعاون او پرمختګ د پاره لازم و ملزوم وي. باید چې الېکشن کمېشن پۀ انتخاباتو کښې ځان بې پرې، بې طرفه او غېر جانبدار وساتي. کۀ داسې نۀ وي نو هغه ورځ لرې نۀ ده چې بیا به دلته هم د ملل متحد او یورپي یونین د ناظرانو او مبصرینو پۀ موجودګۍ کښې انتخابات منعقد کولے شي.

    د عوامي نېشنل پارټۍ پارلېماني لیډر سردار حسېن بابک او د یادې حلقې نه د ANP کاندید خوشدل خان ایډوکېټ خپل کانفرنس کښې د الېکشن کمېشن او امنیتي و انتظامي عملې پۀ جانبدارۍ ټکونه کړي دي. دې سره ئې د صوبائي حکومت نېغ پۀ نېغه پۀ مداخلت هم ګوته اوچته کړې ده. د صوبې د واکمن ګوند او کالعدم جهادي تنظیمونو پۀ ملاتړ د ولاړو امیدوارانو نه بغېر د نورو ټولو سیاسي ګوندونو لۀ خوا پۀ اېن اے څلورمه حلقه کښې شوو انتخاباتو باندې اعتراضونه تور او سپین ښکاره کوي.

    ملي مشر اسفندیار ولي خان یاده حلقه کښې د پارټۍ کاندید خوشدل خان ایډوکېټ ته د صوبائي او وفاقي حکومتونو پۀ مېړانه مقابله کولو باندې مبارکي ورکړې ده او د پېښور سره ئې د صوبائي کابینې غړو، د “پي اېس اېف” او “اېن وائي او” پېغلو او زلمو ته پۀ کامیاب انتخابي مهم چلولو ډاډ ورکړے دے. خوشدل خان ایډوکېټ د حلقې د اولس مننه کړې ده چې هغوي د عوامي نېشنل پارټۍ د ملاتړ خپل روایت پۀ ځاے ساتلے او د حکومت لۀ خوا د پېدا کړو حالاتو باوجود ئې هم د خپل وجود بهرپور احساس ورکړو.

    قائد اعظم پوهنتون: د هر سوال ځواب تشدد ولې؟

    قائداعظم پوهنتون اسلام اباد کښې زرکړیالو )طالبعلمانو( خپلې مختلفې غوښتنې د پوهنتون د انتظامیې وړاندې کېښودې او دغه غوښتنې د انتظامیې لۀ خوا د نۀ منلے کېدو نه پس زدکړیالو د پُرامنه احتجاج لاره خپله کړه. تر یوې مودې پوهنتون کښې د زدکړې عمل ځنډولے شوے ؤ او پۀ کومه ورځ چې پوهنتون کښې بیا د تدریس پېل کېدلو اوازه وشوه، د انتظامیې پۀ بلنه پولس پوهنتون ته راغلل او دغه د تعلیم او تدریس ځاے ئې د جنګ پۀ مېدان واړولو. پۀ زدکړیالو بې ترسه تشدد سره ئې یو اویا کسان ځان سره بندي هم کړل چې وروستو د سیاسي ګوندونو، سِول سوسائټۍ او پوهانو لۀ خوا د سختو ټکونو نه پس دې مسئلې ته تر یوۀ حده پاملرنه وکړې شوه او سحر بندي شوي زدکړیال هم خوشي کړے شول. د پوهنتون انتظامیې د زدکړیالو نورې غوښتنې ومنلې او د یوې غوښتنې منلو د پاره ئې وخت وغوښتلو. د دې اداریې تر لیکلو دغه لړ کښې څۀ خبر مخې ته نۀ دے راغلے.

    د قائد اعظم پوهنتون لۀ خوا دې مسئله کښې هم د پاکستان دننه د انتظامیې/ اتهارټیز لۀ خوا د غېر معقول او متشدد ځواب مظاهره وکړې شوه. یو خوا د طالبعلمانو پۀ تنظیمونو (Unions) بندېز دے، کۀ د یونیز دغه کمے پوره کولو د پاره طالبعلمان څۀ ټولنې رغې کړي نو د “علاقائي” او “لساني” بللو سره دغه ټولنې هم قابلِ نفرت ګرځولې کېږي. یو خوا زدکړیال د ملک اثاثې او د امید نخښې بللې کېږي او بل خوا ورسره داسې رویه خپلولې کېږي چې د دوي پۀ نفسیاتو مثبت اغېز کله هم نۀ شي پرېباسلے. د کوم زدکړیال ذهن چې تالي کښې ايښے، ورته د تعلیم، جمهوریت او سماجي بهبود پۀ اړه د باباے قوم اقوال لوګے کېږي، د هماغه زدکړیال د احتجاج ائیني او جمهوري حق نۀ زغملے کېږي، د هغۀ پۀ سر او مْلا د قانون نافذ کرنے والے ادارے ډانګي تمبېږي.

    پۀ شلمه جنورۍ دوه زره شپاړس پۀ باچاخان پوهنتون چارسده کښې د حالاتو تصویر د قائد اعظم پوهنتون د منظر نه ډېر مختلف نۀ ؤ، دواړه ځایه تشدد څرګند ښکارېدو. باید دا خبره پۀ سېنټ کښې پورته کړې شي، باید هر سوال پۀ تشدد د ځوابولو رویه باندې مکالمه وشي، باید د طالبعلمانو مستقبل سره لوبې ونۀ شي، هغوي د زورولو پۀ ځاے باید وروزلے شي.

    دا څوک دي چې پۀ جنوبي پښتونخوا کښې ملي مشر اسفندیار ولي خان نۀ زغمي؟

    جنوبي پښتونخوا کښې د امن خراب صورتحال د پاره شلګونو جوازونه وړاندې کېږي خو دا څوېم ځل دے چې کله هم ملي مشر خپلو خلقو له جنوبي پښتونخوا ته تګ وغواړي، څۀ نه څۀ پېښه خامخا مخې ته راوړې کېږي او نتیجه کښې ئې د ملي مشر جلسه وځنډولې شي. دا ځل د صوبائي کونسل جرګې او پښین کښې جلسې د پاره چې ملي مشر جنوبي پښتونخوا ته ورسېد، نو هم د هرنائي پۀ لویه لاره شارګې ته نزدې عبدالرزاق علیزے )نائب صدر اول، اے اېن پي هرنائي( د خپل ورور عبدالخالق علیزي سره پۀ رېموټ بم چاودنه کښې شهید کړے شو. اِنَّا لِلّٰهِ وَ اِنَّآ اِلَيْه رَاجِعُوْن.

    عوامي نېشنل پارټي د خدائي خدمتګار غورځنګ د سیاسي نظریې وارث ګوند دے او پۀ جمهوري پارلېماني رویو باندې باور لري. باید دې ملک کښې هر چا ته د سیاست کولو، سیاسي غونډو راغونډولو، سیاسي جلسو جلوسونو او دې لړ کښې هر ځاے ته د تګ راتګ ازادي وي. د سیاست د پاره حالات موزون کول او د بد امنۍ د مخنیوي ضمانت ورکول د امنیتي ادارو ذمه واري ده.

    عبدالرزاق علیزئ او عبدالخالق علیزئ د جمهوریت، سوکالۍ او قامي خپلواکۍ د پاره د عوامي نېشنل پارټۍ د شهیدانو قافله کښې دوه نور ستوري دي. د وینې رنګ، غرور او ارزښت کله هم بې ځایه نۀ وي.

    پاکستان کښې غېر محفوظ صحافت

    د دې میاشت وړومبي سر کښې د نامعلومه وسله والو لۀ خوا د صوابۍ د صحافي هارون خان د قتل خبر مخې ته راغلو او دې پسې د شبقدر نه د شاهنواز خان ترکزئ او اسلام ګل اپریدي د بې درکۍ غبرګ خبرونه هره خوا خپارۀ شول. اخري خبر پۀ اسلام باد کښې د زیرو پوائنټ سره پۀ احمد نوراني د تشدد خور شو. چې اسلام اباد کښې احمد نوراني محفوظ نۀ وي نو د هارون خان، شاهنواز ترکزئ او اسلام ګل اپریدي ژړا به نۀ ژاړو. د خداے شکر چې شاهنواز او اسلام ګل خپلو کورونو ته ستانۀ شوي دي او احمد نوراني هم د زورور کلي سړے دے، شکر ډز پرې نۀ دے شوے. پاکستان کښې صحافت باندې د داسې پېریانو سیورے دے چې ایجازه ئې چا سره هم لکه چې نۀ وي. کله چې صحافت د عدم تحفظ د احساس سره ژوند کوي نو هلته نۀ د سیاست او نۀ د ریاست د خولې خبره باندې باور ته زړۀ کېږي. پښتون د صحافیانو د قتل او پۀ هغوي د تشدد د پېښو غندنه کوي او حکومت نه غوښتنه کوي چې د داسې پېښو مخنیوے یقیني کړي.