Category: اداريه

  • مشتعله بیانیه او Tragedy of blunders

     

    د پاکستان او هند تر منځه وریته دښمني د پاکستان د وفاقي حکومتونو او اپوزیشنونو غوندې ‘فرېنډلي اپوزیشننګ’ کوي چې کله کله پکښې ‘دهرنا راج’ هم وشي، هېنډ شېک هم وشي، سمجهوته اېکسپرېس هم وچلېږي، کرتار پور اوپننګ هم وشي او کله کله ‘فرېنډلي فائرنګ’ هم وشي. څۀ کارونه د نړیوال استثمار راوړو د پاره کېږي لکه چې د امیر سلمان د راتګ نه وړاندې د کرتارپور لاره پرانستې شوه او څۀ بیا د جنګي اقتصاد د برقرار ساتلو د پاره ‘د جنګي جنون د نارملائز’ کولو پۀ نیت کېږي. د کرښې دواړو خواو ته دا جنګي جنون پۀ نیمه ګېډه ډوډۍ پسې حېرانو او نیم لغړ بې کوره ابادیو د پاره د جعلي پېټریاټیزم dose هم وي، د دفاعي بجټ اضافې له جواز هم راوباسي او د غېر ریاستي عناصرو د پالنې د پاره مذهبي او ائیني جواز هم پېدا کوي. اېبټ اباد ته د بلېک هاکس او بالاکوټ ته د هندي مېراج راتګ کښې اووۀ کاله، نهه میاشتې او پینځویشت ورځې پرتې دي ـــ پۀ بلېک هاکس شوے ردعمل هم دغه هومره ؤ چې other important information to follow او د دفاع وزیر کیونکه، چونکه، چنانچه ـــ دغه بلېک هاکس او هندي مېراج نه زیات زور سره ردعمل د افغانستان د اولسمشر محمد اشرف غني پۀ هاغه ټویټ ښودلے شوے ؤ چې هغوي پکښې پۀ مدني فعالینو د کېدونکي تشدد پۀ اړه تحفظات څرګند کړي وو. اوس د دې کرښو لیکلو پورې د وِنګ کمانډر ‘ابهے نندن’ ویډیو پۀ رسنیو مخې ته راغلې ده. دواړه ملکونه د خپلو خپلو سټاک اېکسچېنجونو سره سره د ګلوبل فشار مخې ته هم ولاړ دي او ځکه به خبرې د نړیوالې ورورولۍ پۀ وړاندې ایښودلو نه مخکښې څو څو ځله تله کښې ږدي. د ملګرو ملتونو او لویو طاقتونو لۀ خوا د خبرو نه پس به دا ستونزه نوره وړاندې لاړه نۀ شي. د پاکستان او هندوستان اولسونه باید د خپل خپل ملک نه دا ضمانت واخلي چې د جنګي جنون نارملائز کول کله هم ښه نتیجه نۀ شي ورکولې او د دې سیمې پرمختګ به د جنګسالارانو او جنګپالو قوتونو سره ګاڼه پروت وي.

    د لائن اٰف کنټرول پۀ دې غاړه هر سیاسي ګوند اعلان وکړو چې د جنګ حالت کښې به د ملک حفاظت کوي؛ دا هغه سیاسي قوتونه دي چې ټول نېغ پۀ نېغه د فوځ د سیاسي کردار مخالفت او مزاحمت کوي ـــ دوي کښې یو هم د هندي سیاستمدار سره شریک کتاب نۀ دے لیکلے او دوي کله هم د unauditable بجټ بنیفشریز نۀ دي پاتې شوي، خو بیا هم د ټولو نه زیات کېسونه د ‘غداري فارمولې’ او ‘کرپشن ټیکنالوژي’ تر مخه پۀ دوي جوړ شوي دي. حال دا چې کوم ‘سیاسي خانه بدوش’ پۀ الېکشن انجینئیرنګ کښې د فوج د ‘سیاسي وِنګ’ د سترګو پۀ اشارو ناسته پاسته کوي، هغه سره د اخلاقي او مالي بدعنوانیو تک سپین وي. د دې حالاتو نه پس هم د سیاسي قوتونو لۀ خوا د راتلونکو بیانونو نه څرګندېږي چې دا ملک د سیاسي خلقو دے، رېټائرمنټ نه مخکښې خپل بچي پۀ یخو او څربو ملکونو کښې د مېشته کوونکو، اثاثې دغه ملکونو ته د منتقل کوونکو او رېټائرمنټ نه پس خپله هم د کډه کوونکو نه دا سیاسي خلق ملک سره زیات وفادار دي.

    د ‘ابهے نندن’ او د هغۀ د ملګري پائلټ نیول تر دې دمه د دې جنګ فُل سټاپ دے. نړیواله ورورولي به دا اېکټ هم پۀ دې ځاے ودرېدل یقیني کړي.

    دې ملک کښې د سیاسي ګوندونو تحفظات نشته؟ دې ملک کښې د ریاستي قصدي تېروتنو یوه سلسله نشته؟ د ګوتو د بندونو پۀ شمېر ئې شمېرلے شو ـــ ‘مبینه’ وزیر اعظم او چیف اٰف دي اٰرمي سټاف اعتراف کوي چې څلوېښت کاله مو پردے جنګ وکړو، نور اوس پردے جنګ نۀ کوو ـــ دا نۀ وائي چې دغه  جنګ چا شروع کړے ؤ او څوک پرې نن هم نازېږي، د هغوي دې محاسبه وشي.

    دا مني چې د ترهګرۍ مخنیوي د پاره د ملک هره برخه د ائین د حکمرانۍ لاندې پکار ده خو د څلوېښت کلني انساني قتل عام د جرم د اعتراف نه پس هم ‘قبائیلي’ سیمو کښې د ائین پۀ ځاے کله د یو ارډیننس، کله د بل اېکټ او کله د بل قانون سرینده غږوي.

    د ملک اساسي قانون ائین او پارلېمان ته زباني بالا دستي هم ورکوي او مخکښې نه ټاکلې شوې نتیجې لاس ته راوړو د پاره د الېکشن انجینئیرنګ تور هم پۀ سپینه ورځ پۀ خړه لمن اخلي ـــ

    د اقوام متحده چارټر کښې د انساني حقونو د هر شق د تسلیمولو نه پس راو انوار د اولسي بې باورۍ زیاتولو د پاره ازاد پرېږدي او د ارمان لوڼي پۀ قتل شونډې هم ګنډي ـــ د کلبهوشن مقدمه عالمي عدالت کښې کوي او د احسان الله احسان مقدمه د فوجي عدالت راز دارۍ کښې ساتي. داخله پالیسي ئې هم د خارجه ډکټېشن تابع ساتلې وي او ګاونډي هېوادونو سره د تعلقاتو د تریخوالي ګیله کښې هم ځان بې قصوره بولي. د مادي سوکړې دا حال چې د اقتصادیاتو او مالیاتو انتظام د پاره د کومې پالیسۍ پۀ ځاے د ‘اِیّاكَ نَعْبُدُ وَ اِیَّاكَ نَسْتَعِیْن’ وظیفې سره پۀ خوارینګړۍ خولې د قرضونو ګېډي راوړي او د روحاني ابترۍ دا انتها چې د بشريٰ مانیکا صاحبې پېشینګویانې او د طارق جمیل صاحب خوبونه شنډ خېژي..

    د جنګ دې نوغے ورک وي، ‘دا څوک چې جنګ غواړي د جنګ د زوره نۀ دي خبر’ ــــ

    چین دواړه لاسونه اوچت نیولي دي او د یو اویایم کال د غلطۍ نه ډېر لرې ولاړ دے ـــ ایران تور لګوي چې پاکستان نه د هغۀ پۀ خاوره بریدونه کېږي، افغانستان خو د څلوېښتو کلونو پرهرونو کښې ژوبل ژوبل پروت دے؛ د اسلامي ملکونو اتحادیې کښې سشما سوراج صاحبه پۀ دې بلنه ګډون کوي چې هند به ئې مستقل غړے شي ـــ داسې حالاتو کښې هر څو کۀ پارلېمان نه د څۀ ‘خپلواکه’ کردار توقع ځکه نۀ شي کېدې چې دا خو مسلط شوے حکومت او یرغمال پارلېمان دے، خو سیاسي ګوندونه باید دې مطالبې سره خپل دا اخلاقي فرض پوره کړي چې د جنګ کولو یا نۀ کولو فېصله به پارلېمان کوي ـــ نېشنل کمانډ اتهارټي باید دا خبره پام کښې ولري چې جنګ کښې کله هم یو فریق پۀ اوچته غونډۍ ناست بچ نۀ پاتې کېږي، د جنګ ګواښ د حب الوطنۍ سند نۀ دے، د جنګ مخه نیول د حب الوطنۍ دلیل دے.

    مونږ د باچا خان د لارې منونکي یو، مونږ د عدم تشدد عقیده لرونکي یو. باچا خان د دوېم نړیوال لام د پاره د اٰل انډیا کانګرس لۀ خوا د پېرنګي مرستې ته غاړه ایښودو باندې د کانګرس ورکنګ کمېټۍ نه پۀ دې دلیل استعفٰي ورکړې وه چې ‘زۀ د وینې پۀ بیعه ازادي نۀ اخلم ـــ دغه وینه کۀ د یو پښتون وي کۀ د هندي، د یو برېطاني وي کۀ جرمني.’ باچا خان پۀ خپل دریځ یواځې تر هغه دمه ولاړ ؤ چې تر څو کانګرس پۀ جنګي پالیسۍ نظرثاني نۀ وه کړې.

    د عوامي نېشنل پارټۍ مرکزي صدر اسفندیار ولي خان روان صورت حال باندې خپل جاري کړي رسمي بیان کښې وئیلي دي،

    ‘باید دواړه ملکونه د زغم نه کار واخلي. د مسئلو د حل سیاسي او سفارتي لارې لټول د وخت غوښتنه ده. داسې کومه مسئله نشته چې د هغې حل د خبرو اترو تر لارې راوتلے نۀ شي. مشتعله بیانه او سرجیکل سټرائیکس د دې ټولې سیمې د پاره خطرناک دي. کۀ د تباهۍ او بربادۍ نه وروستو مذاکرات کېږي نو دا مذاکرات د جنګ نه وړاندې کولو کښې څۀ ستونزه ده؟’

    مونږ د جنګ د مخنیوي د پاره نۀ دا چې دعا کوو بلکې د امن سره ښکاره جاره عملاً ولاړ هم یو. هندوستان او پاکستان دواړه دې د جنګ د ‘اٰپشن’ پۀ ځاے د خپل منځي مسئلو حل د پاره د خبرو اترو لاره خپله کړي. کۀ جنګ کښې خېر ؤ، نن به افغانستان، عراق، شام د نړۍ تر ټولو اباد او سوکاله هېوادونه وو. دا خبره دې کله هم د پام نه بهر نۀ وي چې د پاکستان او افغانستان تر منځه د روانې شخړې بنیادي جواز او نړیوالو ته د هند بهانه د نېشنل اېکشن پلان پۀ شلو واړو نکتو بې د څۀ ګُډ او بېډ د امتیاز نه عمل درامد سره غوڅېدې شوه. وخت اوس هم تلے نۀ دے. د امن پۀ خوا ودرېدل کله هم تاخیر نۀ وي.

    جنګ د حب الوطنۍ سند نۀ دے، جنګ د بهادرۍ معیار نۀ دے. د وطن سره د مینې ټوله نه لویه ګواهي د امن مینه، امن د پاره غږ او امن د پاره اقدام دے. خداے دې راتلونکے نوروز د امن زېرے او جشن کړي.

  • اداريه – جولائي 2019

    پاکستان نېشنلیانو د پاره مېرنے دے، خو خپل د چا دے ؟

    د جولائي میاشت سره تړلې درې واقعې لوستونکو ته یادوو:

    28 جولائي 2017: ‘وزیر اعظم’ میا نواز شریف د خپلو اثاثو دننه ‘د دوبۍ تنخواه’ نۀ ښودلو باندې د ارټیکل 62
    ترمخه نا اهله کړے شو.

    29 جون 2018 : پېرس کښې د فنانشل اېکشن ټاسک فورس (FATF) لۀ خوا شوې غونډه کښې پاکستان د
    ترهګرو د مالي مرستو د پاره د مني لانډرنګ لړ کښې د خامیو او کوتاهیو پۀ تور ‘ګرے
    لسټ’ کښې شامل کړے شو.

    10 جولائي 2018: پېښور کښې خودکش بمي چاودنه – د عوامي نېشنل پارټۍ امیدوار هارون بلور شهید.

    د میا نواز شریف د ارټیکل 62 لاندې د نا اهله کولو دوه کلونه، د پاکستان ګرے لسټ کښې د راتلو او د شهید هارون بلور د شهادت یو یو کال وشو.

    میا نواز شریف وئیلي وو، ‘یا خو د ترهګرۍ پۀ ضد جنګ کښې خپل کردار رڼول دي او یا نړیواله توګه باندې یواځې کېدل دي’ – بیا د ‘ډان لیکس’ نه خبره د پانامه، جوډیشل مارشل لاء انګازو پورې ورسېده او وروستو فلېګ شپ رېفرنس سره د نواز شریف د نا اهلۍ د پاره د جوړ شوي جواز حقیقت هم مخې ته راغلو.

    پاکستان چې پۀ ‘ګرے لسټ کښې واچولے شو، هغې نه لس ورځې پس پېښور کښې د شهید بشیر احمد بلور چې د دهشتګردۍ پۀ خلاف د هغۀ ‘سینه ډبول’ یوه مېړنۍ او زړۀ وره بیانیه جوړه شوې وه او نن هم ده، زوے هارون بلور یکه توت پېښور کښې یو ځانمرګي برید کښې سره د یویشت نورو نېشنلیانو شهید کړے شو.

    پاکستان کښې پۀ جمهوریت تر ټولو وړومبے ګزار هم پۀ دې ‘نېشنلیانو’ شوے ؤ او د ریاست لۀ خوا ټولو نه وړومبے اجتماعي قتلِ عام هم د دې ‘نېشنلیانو’ شوے ؤ. د ټولو نه وړومبي د غدارۍ الزامونه هم دې ‘نېشنلیانو’ باندې لګېدلي وو او د ټولو نه وړومبۍ کردارکشي هم جلسو او میډیا کښې د ‘نېشنلیانو’ شروع شوې وه – هغه وخت به د شنې جنډې لاندې ولاړ ‘محفوظ’ لاسونو کښې وو. بیا شنه جنډه لنګه شوه او د شین رنګ نه نور شنۀ، د ستوري شنۀ، د سپوږمۍ شنۀ، د سائیکل شنۀ، برګ، د سوباړو سرۀ شنۀ او د ‘جیپ’ شنۀ وزېږېدل. د شنې جنډې نه زېږېدلي هغه دي چې هر دور کښې د ‘ارټیکل 62/63’ ناپاک وي او هر وخت د ‘پارلېمان’ برخه وي. د هغوي مرۍ کښې پړي د هغوي پرتوغاښونه وي چې غوټې ئې د جرنېلانو، ججانو، مارشل لاګانو او جوډیشل مارشل لاګانو لاسو کښې وي. بلېک بېري او ویډیو کلپس ورته هم څۀ نۀ وائي.

    پاکستان ته اکتوبر 2019 پورې د اېف اے ټي اېف شکایات ختمولو د پاره مهلت ورکړے شوے دے.

    دې موده کښې پاکستان طمع لرله چې چین به لاس ورکړي. چین د BRICS )برازیل + روس + انډیا + چین + ساوتهـ افریقا( پلېټفارم باندې پاکستان نه لاس اخستي وو او پۀ نړیوال کچ نۀ شي کولے چې د BRICS اعلاميې نه پس هم د هر چا زنې نه لاس لاندې کړي. معروضي حقیقت دا دے چې د هند لۀ خوا د بالاکوټ شوشې او د ابهينندن د خوشي کولو نه پس پاکستان کۀ زرها وائي چې د کشمیر شخړه مو رڼا ته راوړه خو حقیقت دا دے چې هند پۀ سفارتي کچه اسلام اباد ته زښته ماتې ورکړې ده او ځکه خو مونږ د عمران خان غوندې ګوډاګے هم واورېدو چې د هند سره د کړکېچ ورځو شپو کښې ئې پۀ نېشنل اېکشن پلان د عمل درامد لاپې کولې –

    د پاکستان لۀ خوا د سلامتي کونسل غېر مستقل رکنیت کښې د بالواسطه ووټ ورکولو یوه وجه هم دا ښودلې کېږي چې پاکستان د هند نه د ګرے لسټ پۀ حواله پاستۀ لاس غواړي – یاده دې وي چې میاشت نیمه وړاندې د هند لۀ خوا پاکستان پۀ بلېک لسټ کښې د اچولو غوښتنه شوې وه. دا چاړۀ ئې لا پۀ سر ځوړنده ده.

    دا هر څۀ هسې نۀ دي، دا هر څۀ د نړیوال فشار لاندې دي. دنیا ګڼي چې ‘پاکستان پۀ حېث د ریاست د ارټیکل 62/63 لاندې دے.’

    عوامي نېشنل پارټۍ پۀ 1973-74 کښې د جهاد پۀ نامه د فساد ضد بیانیه مخې ته راوړې وه. پۀ اتیایمه لسیزه کښې باچا خان بابا او رهبرِ تحریک خان عبدالولي خان دا بیانیه د ټولې اېشیاء سیاسي غوږونو ته رسولې وه چې ‘دا جنګ د اسلام نۀ دے، دا د امریکې او روس جنګ دے – دا جهاد نۀ دے، دا فساد دے.’

    پۀ ‘ګرے لسټ’ کښې نامه راتلو نه پس جنرل باجوه هم ووئیل، ‘دغه جهاد نۀ فساد ؤ.’ خو څلوېښت کاله پس دغه خبره کول هم د بیان تر حده وو، نن هم دغه خبره کول د بیان تر حده دي. سرتاج خان شهید کړے شو او پۀ سوات کښې د عبدالله یوسفزي ورو او زوے ترهګر برید کښې ژوبل کړے شول.

    پاکستان پرون پورې دا نۀ منل چې افغانستان کښې د جهاد پۀ نامه روان جنګ فساد دے، پاکستان پرون پورې دا نۀ ګڼل چې افغانستان کښې بل شوے اور به پۀ تورخم راوړي، پاکستان پرون پورې دا نۀ وئیل چې د دهشتګردو هېڅ مذهب نۀ وي. نن پاکستان ګڼي چې د جهاد پۀ نامه روان جنګ فساد دے، نن پاکستان ګڼي چې افغانستان کښې بل شوے اور پۀ تورخم راوړېدلے دے، نن پاکستان وائي چې د دهشتګردو هېڅ مذهب نۀ وي – خو پاکستان نن هم خپله کوي. کۀ خپله ئې نۀ کوله هارون بلور به وژل شوے نۀ ؤ، سرتاج خان به وژل شوے نۀ ؤ – کۀ خپله ئې نۀ کوله نو د سرتاج خان د کور سره د غمرازۍ جرأت به ئې کړے ؤ!!!!!

    حالات دا دي چې ‘جوډیشل مارشل لاء’ نېغ پۀ نېغه مارشل لاء شوه. سونت مونت ئې سم او شرعې ته برابر کړے شول. د داخله امورو، خارجه امورو، میډیا، احتساب او عدالت لاس ته راوړلو نه پس وزارت خزانه هم فوج نېغ پۀ نېغه د ‘خېټې’ لاندې کړو. سلېکټد حکومت د ‘قومي معاشي کونسل’ نه ‘قومي ترقیاتي کونسل’ جوړ کړو او اٰرمي چیف جنرل باجوه ئې دې کښې رکن اخستو سره فوج ته دغه وزارت کښې هم ډائرېکټ لاره ورکړه. بدل کښې اٰرمي چیف د سلېکټډ حکومت د پاره د ‘اٰئي اېم اېف ټیم’ لۀ خوا د جوړ شوي بجټ منظورۍ کښې کردار ادا کړو. جنرل باجوه د بجټ وړاندې کولو نه مخکښې اخبارونو کښې لویې سرخۍ لګولې وې چې ‘فوج حکومت کے معاشی پالیسیون کے ساتهـ هے’ –

    تر څو چې د سلېکټډ حکومت د مخې نیولو خبره ده، دې لړ کښې د عوامي نېشنل پارټۍ لۀ خوا شروع کړې شوې د احتجاجونو لړۍ یو مؤثر عمل دے. د جمعیت علماء اسلام لۀ خوا د مولانا فضل الرحمان رابللے شوے ټول ګوندیز کنفرانس هم پۀ ډېرو حوالو ګټور ځکه دے چې ریاست خپل ټول زور اوبۀ کړو چې ‘دوه لوي ګوندونه’ دې کښې ګډون نه ایسار کړي. میډیا باندې د ټولګوندیز کنفرانس شروع کېدو یعني د شپږویشتم جون پورې د داسې تاثر ورکولو پوره کوشش وکړے شو چې ګنې دغه دوه ګوندونه به کنفرانس کښې ګډون ونۀ کړي. کنفرانس وشو. د عوامي نېشنل پارټۍ لۀ خوا ټول وړاندیزونه ومنل شول او اوس هیله کېږي چې کۀ د ‘رهبر کمېټۍ’ مشري ‘مسئله’ نۀ شي نو د سلېکټډ حکومت او د هغۀ د امپائرانو بلکې وېمپائرانو کبر به مات شي. پۀ شراکت کښې د حصه دارۍ طمع او مقدمو کښې د ‘مسلط رژیم’ د بادارانو نه د رعایت اسره خداے مۀ کړه چې خنډ شي.

    پاکستان د چاچا جواد د سائیکل نه پۀ هوا ویستلو ګرے لسټ کښې نۀ دے شامل شوے؛ پاکستان نائن الېون نه پس د ترهګرۍ پۀ ضد جنګ کښې د دوه مخۍ پۀ تور ګرے لسټ کښې دے. د پاکستان فوج، عدلیه او د احتساب اداره خپله لمن باندې د انتخابي درغلۍ او ټګۍ ټورۍ تور لري. پۀ نوو ضلعو کښې فوج ځائي خلقو له انتخاباتو کښې د شرکت لاره نۀ ورکوي. دا ټول هر څۀ د سول نافرمانۍ او ‘غدارۍ’ نوې لارې پرانیزي.

    باید اپوزیشن ګوندونه د عوامي نېشنل پارټۍ پۀ پل پل کېږدي – باید د فوج، عدلیې، احتساب او الېکشن کمېشن )چې اصل کښې ‘سلېکشن کمېشن’ دے(، خلاف سیاسي ګوندونه د ‘ډور ټو ډور’ کېمپېن لاره خپله کړي. باید نېب ورټي، باید فوج وسکونډي، باید عدلیه وننګوي، باید راپاڅېدو ته چمتو اولس راپار کړي.

     

  • اداريه – جون 2019

    بادشاه وزیره یاره! د فرښتو برخې سپېرې دي

    فرښتو رب ته ووئیل، ‘دوي’ به زمکه کښې فساد کوي او وینې به تویوي. خداے ورته ووې، زۀ چې پۀ څۀ پوهېږم تاسو پرې نۀ پوهېږئ.

    بیا خداے هاروت ماروت زمکې ته د هغوي پۀ لاپه راولېږل، د زمکې ‘زهريٰ’ اسمان ته وختله او هاروت ماروت پۀ زمکه لۀ ژبو ځوړند – بیا د لوط قوم ته فرښتې راولېږلې شوې. د لوط قوم باندې عذاب راغلو – هلته قمر باجوه، عمران خان، قمر باجوه، خادم حسېن رضوي او جسټس جاوېد اقبال لاړل.

    د فرښتو او زمکې خبره زړه هم ده او عجیبه هم؛ خو ‘فرښتې’ تل معصوم علامتونه وي – د ګناه او دهاندلۍ نه پاک علامتونه – الٰهي او الوهي علامتونه، نوراني او روحاني علامتونه، سپېځلي اسماني علامتونه.

    د هاروت ماروت نه ‘فرښته مومند’ پورې، زمکې سره رشتې د ‘فرښتو’ برخې سپېرې کړې دي –

    د خپل دیاړیمار پلار سره د اسلام اباد چک شهزاد کښې د پښتنو وړه معصومه فرښته وزبېښلې شوه، ووژلې شوه. څۀ موده وړاندې اسلام اباد کښې اعظم سواتي د باجوړ ‘فرښته’ پۀ پولیسو لۀ وېښتو راکښلې وه.

    بادشاه وزیره یاره! د فرښتو برخې سپېرې دي. بادشاه وزیره یاره! محاصره د ښار کوڅې دي.

    بادشاه وزیره یاره! ‘فرښته’ پۀ تله کښې د ‘زېنب’ نه سپکه کېښودې شوه – داسې نۀ وه پکار بادشاه وزیره یاره! دلته چې فرښتو سره څۀ وشول، ښۀ نۀ دي. د شېرین مزاري لور او زېنب سره بېله رویه؛ فرښتې سره بېله رویه – د ‘دخترِ اول’ ټېریان نیازي’ سره بېله رویه او عائشه ګلالۍ سره بېله رویه –

    بادشاه وزیره یاره! د اسلام اباد اوږده ترینه محاصره کښې پۀ پارلېمنټ، پي ټي وي او د سرکاري محکمو پۀ هېډ اٰفسونو سره د عدالتِ عظمٰي پۀ ودانۍ حمله کوونکو د پاره استثنٰي – رېډ زون کښې د تحریک ختم نبوت لۀ خوا پۀ سرکاري ودانیو او پولیسو متشددو حملو کوونکو د پاره لفافو کښې د جناح صاحب د ‘پَټُوْ’ د زرو زرو لوټونه – خو بادشاه وزیره یاره! خړ کمر وزیرستان کښې ډزې!!! کمر به خړ ؤ، اوبۀ هم خړې کړې!!!

    بادشاه وزیره یاره! تشدد کۀ مظاهرینو کړے هم وي، هر څو کۀ یقیناً چې کړے به ئې نۀ وي، ګولۍ چلول؟ دا کوم جمهوریت دے؟ دا د ‘مرورو’ د دلاسه کولو کوم منطق دے؟ دا د پخلاینې کوم اخلاقیات دي؟ دا کومه پالیسي ده چې یوه ورځ مظاهرین پۀ چېک پوسټ ‘حمله اٰور’ یاد کړے شول، ګولۍ پرې وورولې شوې:

    پۀ بله ورځ وژلو شوو او ژوبل کړے شوو ته ‘دیتونه’ او ‘تلافۍ’ ورکړې شوې؟

    بادشاه وزیره یاره! پۀ دې منطق دې سر خلاصېږي؟ بادشاه وزیره یاره! د یو ریاست د کنټرول لاندې د یو اخبار دغه دوه سرخۍ وینې؟ بادشاه وزیره یاره! د یو اخبار دغه دوه سرخۍ ګوره او ټوله میډیا پرې نیسه!!! دا څۀ دي؟ دا کومه پالیسي ده؟ دا کوم منطق دے؟ دا د حب الوطنۍ او غدارۍ، دا د تشدد او عدم تشدد، دا د مظاهرې او د مظاهرینو سره د تعامل کوم ریاستي اقدار دي؟ بادشاه وزیره یاره! کوتہ نظر ببیں کہ سخن مختصر گرفت!!!

    بادشاه وزیره یاره! بادشاه وزیره یاره! مونږ د باچا خان بچي ازمېښتونو سره مخ – کۀ څۀ وایو نو هائبرډ انقلابیان پېغورونه کوي او کۀ نۀ وایو نو پۀ خاوره مو پۀ یو نوي شکل کښې نوے جنګ مسلط کېږي – بادشاه وزیره یاره! ضروري ده چې د اوبو موجودګۍ کښې دې څوک خامخا خپلې لمنې پلیتوي؟

    بادشاه وزیره یاره! د یو چا روزګار دے چې پۀ ‘قبائلي سیمو’ کښې اپرېشنونه وکړي – هغه کۀ د طالب پۀ ضد وي او کۀ د ‘مظلوم’ پۀ ضد – تدبر هم دا دے چې د تشدد اموخته ته به د تشدد جواز نۀ ورکوې.

    بادشاه وزیره یاره! د دې خاورې د امن د پاره مونږ خپل سرونه تلي کښې ایښي د قاتلانو د مټو زور مو ګواښلے دے – بادشاه وزیره یاره! مونږ خپلې سینې ټپولې دي او وئیلي مو دي، ‘د دوي خودکش جېکټونه به ختم شي خو زمونږ سینې به ختمې نۀ شي – بادشاه وزیره یاره! د عدم تشدد د مقابلې وسله بل چا سره نشته – د باچا خان د عقیدې کلکه قلعه څوک ړنګولې نۀ شي – دا تک سور بېرغ څوک ټیټولے نۀ شي – دا تک سرۀ نېشنلیان څوک پرځولے نۀ شي – دا عوامي نېشنل پارټي څوک بې لارې کولې نۀ شي.

    بادشاه وزیره یاره! زور هسې پېغور شي چې همت ورسره مل نۀ شي.

    بادشاه وزیره یاره! د خړو شوو اوبو پۀ دلیل پۀ’خړ کمر’ کښې شوې دغه پېښه باندې د عوامي نېشنل پارټۍ خېبر پښتونخوا کابینې یوه غونډه باچا خان مرکز کښې وشوه او ورپسې پرېس کانفرنس وشو. غونډه کښې پۀ قبائلي ضلعو کښې د فوج، احتساب کمېشن، عدلیې او الېکشن کمېشن لۀ خوا پۀ درغلۍ جوړ شوي صوبائي او مرکزي حکومت ته هماغه د شګو بوجۍ ووئیلې شوه چې فوجي اسټېبلشمنټ پرې خپل ځان د اولس د سترګو نه د پټولو ناکامه کوشش کوي. د خړ کمر پېښه کښې د صوبائي او مرکزي حکومت شرمناک کردار، پۀ دې پېښه مجرمانه خاموشي، بیا د خپلو بادارانو پۀ اشاره نامناسب پراپېګنډه بیانونه، پۀ حقائقو خاورو بادولو کښې د ریاست پۀ اشارو د چغېدونکې او ګډېدونکې میډیا غېر ذمه وارانه خپرونې او د پښتنو د خاورې او وسائلو پۀ بې درېغه لوټ تالان ډاګیزې خبرې پۀ ‘ولي خاني جرأت او لهجه’ وشوې. د نوو ضلعو د انتخاباتو د پاره د امیدوارانو نامې هم اعلان شوې. یاده دې وي بادشاه وزیره یاره! د دغه انتخاباتو ځنډ کښې حکومت سره هغه ‘ازاد اېم اېن اے’ هم کردار لوبولے دے چې د دې کرښو تر لیکلو لا د خړ کمر پېښه کښې د سي ټي ډي تحویل کښې دے!!!

    بادشاه وزیر یاره! نوو ضلعو کښې به د انتخاباتو پته هم ولګي او د زورورو نیت به هم تر هغې ښکاره شي.

    بادشاه وزیره یاره! سترګې او غوږونه به د څوارلسم جون جرګې ته ونیسو!!!

    څوارلسم جون، #پښتون_قومي_جرګه، باچا خان مرکز، پېښور، عوامي نېشنل پارټي.

    بادشاه وزیره یاره! د دې خاورې د مسئلو حل یواځې او یواځې یو سنګر، یو تحریک او یوه پارټي ده – عوامي نېشنل پارټي. نوو ضلعو کښې ووټ پۀ اولس د عوامي نېشنل پارټۍ قرض دے. عوامي نېشنل پارټۍ تل خپل منشور کښې دا سیمې خپله برخه بللې ده – پۀ اسمبلۍ کښې د باچا خان د وړومبي تقریر نه د رهبرِ تحریک خان عبدالولي خان تقریر پورې، د ملي مشر اسفندیار ولي خان تقریر نه د اېمل ولي خان دې پرېس کانفرنس پورې – کومې مطالبې چې د پښتنو دي، هغه د عوامي نېشنل پارټۍ د منشور برخه ده.

    د دې خاورې دعويٰ – پۀ دې خاوره د امن مطالبه – د دې خاورې پۀ وسائلو د اختیار او فېصلې مبارزه.

    بادشاه وزیره یاره! یا خو د جذباتیت پۀ نعرو کښې خوئېدل دي او یا د یو منظم ګوند، د یوې کوټلې عقیدې او پخې او پراخې سیاسي نظریې سره د یو نۀ ماتېدونکي، نۀ ټیټېدونکي او نۀ خرڅېدونکي قیادت لاندې دا جنګ کول دي! د سوشل میډیا ټرنډ او هېشټېګ نه هم یو قدم وړاندې تلل دي. نتیجې ته رسېدل دي. منظم کالکولېټډ سیاسي عمل ته وده ورکول دي.

     

  • اداريه – مۍ 2019

    ‘یاغستان نمبر’: نومبر 1946 نه اپرېل 2018 پورې

    د ‘پښتون’ د نومبر 1946 ځانګړې ګڼه د ‘یاغستان نمبر’ پۀ نامه د ‘قبائیلي سیمو’ پۀ حواله وه. دغې ګڼه کښې د اداریې پۀ ځاے ‘وزیر مسید وروڼو ته د باچا خان تقریر’ ؤ. او ورپسې هاغه ‘هندوه سپاسنامه’ وه چې جواهر لال نهرو ئې ‘مسلمان ځواب’ کړے ؤ.

    د هندوستان د وېش نه یو اویا کاله پس د اسلامي جمهوریه پاکستان ایوانونو د ‘فاټا مرجر’ صورت کښې هاغه ‘هندوه سپاسنامه’ بې د تاریخي حوالې ورکولو داسې ومنله، څنګه چې ئې څلوېښت کاله زوړ ‘مسلمان جهاد’ ته ‘فساد’ ووئیلو )هر څو کۀ نۀ لا د ملک اصلي باداران ائین دغه سیمو ته پرېږدي او نۀ ئې د ‘فساد’ کفاره کولو د پاره تر دې دمه کوم عملي ګام پورته کړے دے. دغه سیمو کښې عملاً سیاست ته لار نۀ ورکولې کېږي – اے اېن پي ته بېخي نۀ.

    مونږ د قبائیلي سیمو خېبر پښتونخوا سره د ادغام پۀ وړومبۍ کلیزه د ‘سرحد’ د خدائي خدمتګارانو لۀ خوا نن نه دوه اویا کاله اګاهو جواهر لال نهرو ته وړاندې شوې سپاسنامه او د جواهر لال نهرو لۀ خوا د دغې سپاسنامې ځواب د اداریې پۀ توګه د وړاندې کولو بدعت کوو.

    د هندوستان د مرکزي حکومت )د( نائب صدر محترم جواهر لال نهرو پۀ خدمت کښې

    عزتمنده مشره! نن ټول پښتانۀ د خدائي خدمتګارانو پۀ ذریعه تاسو ته د زړۀ د اخلاصه هرکلے وائي.

    بهادره جرنېله! د ملک او وطن د ازادۍ پۀ لارې کښې چې کوم تکلیف او مصیبت تاسو او ستاسو خاندان برداشت کړے دے، د پښتون قام لوي واړۀ هغې ته ډېر د قدر پۀ نظر ګوري او پۀ دې خبره قائله دي چې د ملک پۀ دې موجوده سیاسي ترقۍ او اختیاراتو اخستو کښې ستاسو ډېره لویه حصه ده. پښتانۀ پۀ دې خبره هم خبردار دي چې ستاسو پۀ زړۀ کښې د هندو مسلم او د ملک د نورو اوسېدونکو تر منځه هېڅ فرق نشته، او چې هر کله د کشمیر د مظلومانو مسلمانانو پۀ امداد کښې تاسو د ریاست د یو هندو راجه پۀ مقابله کښې قدم پورته کړو نو خلق پوهه شو چې د قام د خدمت پۀ لاره کښې فرقه پرستي تاسو له مخه نۀ شي وهلې او هم دغه وجه ده چې د هندوستان هندو او مسلمان ستاسو یو شان عزت کوي.

    د قام واکداره! د وطن د خلقو سره عموماً او پښتون قام سره خصوصاً چې ستاسو کومه مینه او محبت دے، هغه هم مونږه پښتنو ته لکه د نمر هسې ښکاره دے. د دې محبت اظهار تا هغه وخت کړے ؤ چې څۀ وخت تاسو سره هېڅ طاقت او اختیار نۀ ؤ – ولې نن چې د قام او ملک ټول اختیار تاسو ته سپارلے شوے دے، پښتانۀ تاسو نه دا توقع لري چې دا مینه او محبت به نور هم زیاتېږي.

    سیاستدانه رهنما! ستاسو غوندې بېدار مغزه لیډر نه دا خبره پټه نۀ ده چې پښتنو د هندوستان پۀ سیاست کښې د پخوا نه ډېر لوے اهمیت لرلے دے. پښتون د خپل جغرافیائي حالت پۀ وجه د هندوستان د یو پاسبان او محافظ حېثیت لري. نن چې تاسو زمونږ ملک ته د یو صاحبِ اختیاره مشر پۀ شان تشریف راوړے دے نو دا توقع لرو چې د پښتنو پۀ دې اهمیت به هم غور وکړئ – هسې هم پښتون قوم دا خپل اواز د هندوستان د اواز سره هم ستاسو پۀ وجه یو کړے دے. پۀ خونړي سن تیس کښې د کانګرس د صدارت د ازغو ډک تاج هم ستاسو پۀ سر ؤ. دا هغه وخت ؤ چې پښتون قوم د باچا خان پۀ سالارۍ کښې د پېرنګي برخلاف چغه وښکې وه او هغه ورځ شوه او دا ورځ شوه، مونږ پښتانۀ د هندوستان پۀ هر تکلیف او مصیبت کښې شریک راغلي یو. نن ستاسو او زمونږه قربانیو رنګ راوړو – پۀ ملک کښې لږه غوندې تبدیلي راغله او پښتون د باقي هندوستان سره یو شان وګڼلے شو. ولې زمونږ د صوبې ځان له مخصوص حالات دي. زمونږ د صوبې خواوشا زمونږ پۀ لکهونو پښتانۀ وروڼه اباد دي. کۀ چرې زمونږه او د هغوي تعلقات ښۀ نۀ وي نو د هغې اثر به پۀ هندوستان ضرور پرېوځي. د هندوستان دننه د امن قائم ساتلو د پاره دا ډېره ضروري خبره ده چې زمونږه او د دوی تر منځه ښۀ تعلقات قائم وي. ولې مرکزي حکومت چې تر اوسه د دوي سره کوم سلوک کړے دے د هغې پۀ وجه د دوي پۀ زړونو کښې د مرکزي حکومت متعلق شکوک پېدا شوي دي. پکار دي چې دغه شکوک رفع کړے شي. د دې د پاره مناسبه طریقه دا ده چې د دغه خلقو سره مرکزي حکومت زمونږ پۀ ذریعه تعلقات قائم کړي او د پولټیکل ډېپارټمنټ د خود سرۍ نه دغه پښتانۀ خلاص کړي – ځکه چې د اصلاح او امن ساتلو پۀ بهانه دوي د خپلو غرضونو د پاره د غریب هندوستان پۀ لکهونو روپۍ پۀ سیند لاهو کړې دي. تاسو ته معلومه ده چې زمونږه صوبه ډېره غریبه ده. نور ضروریات فوځي پرېږده، د څښکلو اوبۀ قدرې نشته – ولې دا حقیقت دے چې زمونږ نه د دوي حالت زیات خراب دے. تاسو پۀ خپله هم دا خبره محسوس کړې ده ځکه مو خپل ډېر زیات مصروفیتونه پرېښي دي او دلته راغلي یئ – نو مونږه د دې موقعې نه فائده اخلو او دا غرض لرو چې د تللو نه وړاندې دې زمونږ مشر فخرِ افغان صاحب سره دا خبره صفا کړې شي چې هر کله مرکزي حکومت زمونږ د صوبې د ترقۍ تجویزونو د پاره زمونږ صوبې سره امداد کوي نو زمونږه دغه پښتانۀ وروڼه هېر نۀ کړئ او د نوي ژوندون د شروع کولو د پاره د هندوستان حکومت به د هغوي د هر قسم امداد کوي.

    پۀ اخر کښې مونږ بیا درته د زړۀ د اخلاصه هرکلے وایو.

    مونږ یو ستاسو د ازادۍ د جنګ ملګري – خدائي خدمتګاران، شمال مغربي سرحدي صوبه

    د پښتنو د سپاسنامې پۀ جواب کښې د جواهر لال نهرو تقریر

    ستاسو د سپاسنامې شکریه!

    د سپاسنامې پۀ سر تاسو لیکلي دي چې دا سپاسنامه تاسو ما له د مرکزي حکومت د نائب صدر پۀ حېثیت راکړې ده، مګر نن زۀ دلته پۀ دغې حېثیت نۀ یم راغلے بلکې د یو زوړ دوست او ملګري پۀ حېثیت راغلے یم. دا عهدې عارضي څیزونه دي، کله ځي او کله راځي – لېکن ستاسو او زمونږ تړون داسې نۀ دے چې هغه چرته لاړ شي. زۀ دلته پۀ شپږ کاله پس راغلے یم. پۀ دې شپږ کاله کښې پۀ دنیا یو لوے انقلاب راغلے ؤ. جنګونه خلاص شو خو د دنیا د غمونو خلاصے نۀ دے شوے. دلته خو مونږ دا محسوسوو چې زمونږ د پنځوسو کالو جنګ سر ته ورسېدو او قامي حکومت جوړ شو – لېکن د دې سره پۀ زرګونو لانجې او مشکلات مونږ ته راوړاندې شوي دي مګر مونږ له بې زړۀ کېدل نۀ دي پکار. د طاقت راتلو سره زمونږ ذمه وارۍ هم زیاتې شوې. زمونږ یو شاندار ملک دے. د کلونو د تکلیفونو، قربانیو او جدوجهد نه پس نن مونږ دا خپل ملک د خپل واک اختیار خاوند کړو. نن زمونږه سر پورته دے – ملا مو ټینګه ده. مګر پۀ مونږ کښې قسماقسم غلط فهمۍ پېدا کېږي. خلق زمونږ د کور د وراني کوشش کوي او زمونږ د ناپوهتیا فائده اخلي. مونږ دا خبره اول هم صفا کړې ده او نن هم وایو چې کله دا ملک پوره ازاد شي نو د ټولو ښېګړه به وشي – د یوې ډلې لا جماعت نۀ، بلکې د هر هندوستاني نر ښځې.

    تاسو پۀ خپله د ازادو قبائیلو ذکر کړے دے. زۀ دا منم چې زما دا دلته راتلل څۀ ډېره حده پورې د هغوي د پاره دي. نن پینځمه ورځ ده چې زۀ پۀ دغې علاقو کښې ګرځم. زما کافي تجربه وشوه – څۀ ښۀ او څۀ خرابه. زۀ چې راتلم نو ډېر خلق زما پۀ راتلو خفه وو مګر زۀ ډېر خوشحاله یم چې راغلم. دا تجربې به زۀ پۀ هېڅ حالت او قیمت پرې نۀ ږدم. ما دلته یو د مینې او ورورولۍ پېغام راوړے ؤ. بعضې خلقو شور او فساد وکړو. د دې شور او فساد د بندولو انتظام نۀ ستاسو ؤ او نۀ زمونږ – نه! انتظام مونږ د انتظام خلقو ته پرېښے ؤ او انتظام داسې ؤ چې هر ځاے به څۀ نه څۀ کېدل. مګر اصلي خبره دغه نۀ ده – پۀ دې ملک کښې داسې ډلې شته چې هغوي زمونږ پۀ کورنۍ کښې نفرت او بغض پېدا کوی. د هندوستان د ازادۍ پۀ جنګ کښې مونږ او تاسو پۀ شریکه د دې خپل قام د پاره خپلې وینې بهیولې دي خو پۀ ملک کښې مو د مینې محبت او ورورولۍ فضا پېدا کړې ده. ولې چې زمونږ دا خواهش ؤ چې زمونږ د ملک د ابادۍ او خوشحالۍ بنیاد دې پۀ مینه او محبت وي. مونږ د سرکار سره جنګونه کړي دي خو د انګرېز سر ته امن ؤ. کۀ پۀ بازار او لاره کوڅه کښې ګرځېدو نو چا ورته پورته نۀ کتل، ځکه چې مونږ ته خپلو مشرانو وئیلي وو چې مونږ له لکه د نرانو او تورزنو خلقو د خپل دښمن سره مقابله هم داسې پکار ده چې هغه د یو هندوستاني شان سره ښائي. دا مې هم واورئ چې پۀ دا قسمه څیزونو چرې هم یوې ډلې لا جماعت ترقي نۀ ده کړې. د دې نه غوبل پېدا کېږي او غوبل څوک نۀ وړاندې کوي بلکې پۀ شا ئې غورځوي. بل مطلب شاید چې د دې خلقو د دې غوبل نه دا وي چې مونږه ووېروي. لېکن دا خبره ښکاره ده چې څوک د انګرېز غوندې ظالم او جابر حکومت غاړې ته لاس وراچوي نو پۀ دې څیزونو هغوي چرته وېرېږي؟ دا څیزونه پکار دي چې ستاسو سترګې رڼا کړي. تاسو بې غمه څادرونه راکښلي دي او دا مو محسوسوله چې ملک ازاد شو او زمونږ ذمه وارۍ خلاصې شوې – لېکن دا واقعات بل څۀ ښائي او مونږ ته دا خبره رایادوي چې دا جنګ لا خلاص نۀ دے. دا د نفرت او بغض کوم تخم چې نن کرلے کېږي، د دې اثر ډېر تباه کن دے او بربادي راولي. د تورې او ټوپک زخم زر جوړېږي، ولې د دې جوړېدل ګران دي او ځکه خو ټولو لویو لویو پېغمبرانو دا خبره ډېره پۀ کلکه کړې ده چې خلقو له پۀ ملک کښې لکه د وروڼو پۀ شان پۀ مینه او محبت اوسېدل پکار دي. نن پۀ ملک کښې ډېر خلق ګرځي چې علي الاعلان د نفرت او جنګ خبرې کوي. مونږ خو دا وایو چې دا ملک زمونږ دے او مونږ به ئې پۀ شریکه خورو. یوه ډله او جماعت به پۀ بله سور نۀ وي. تاسو ته د هندوستان تاریخ معلوم دے – پېرنګیانو هندوستان فتح کړے نۀ دے بلکې زمونږ د جنګ جګړې او کمزورۍ نه هغوي فائده اخستې ده. هم دغه حال نن هم دے چې هغوي زمونږ د ناپوهتیا، بې اتفاقۍ او جګړې نه فائده اخلي.

    دې ځاے کښې دا هر څۀ چې وشو، ښۀ وشو – هم ستاسو د پاره هم زمونږ د پاره او هم د هندوستان د پاره – او کۀ یو څاڅکے وینه د باچا خان او زما ستاسو پۀ دې پاکه زمکه توې شوه نو دا به ضرور رنګ راوړي. تاسو له سینه لویه ساتل پکار دي، ولې چې تاسو د خدائي خدمتګارۍ لویه دعويٰ لرئ – او چې څنګه تاسو پۀ وجود درانۀ او لوړ یئ نو دغسې پۀ زړۀ او سر هم لوړ شئ! د قبائیلو دا کومه مسئله چې پېش ده، نو زۀ ستاسو پۀ ذریعه دغې قبائیلي وروڼو ته دا خپل اواز رسوم چې دا څو ورځې هر څۀ چې وشو، زما د دغې وروڼو متعلق هېڅ شک او خفګان زړۀ کښې نشته. تاسو خدائي خدمتګاران هلته چا کله پرېښودئ؟ لېکن شرارتیان خلق هلته رسېدلي دي او هغې خلقو ته ئې وئیلي دي چې دوي هندو راج جوړوي. دا قسم خبرې هر چا چې کړې دي، غلطې ئې کړې دي. زۀ خو صرف حال معلومولو له تللے وم. پۀ تېرو ورځو کښې پۀ وزیرستان بمباري شوې وه نو دغې خلقو هغه هم پۀ مونږ راړولې وه. تاسو پۀ خپله خیال وکړئ چې دغه بمباري زمونږ د راتلو نه یوه میاشت مخکښې شروع شوې وه او چې کله د باچا خان پۀ ذریعه مونږ ته پته ولګېده نو دغه بمباري بنده کړې شوه. مګر دا قسمه غلطې خبرې هغوي ته رسولې شوې دي. هغوي بې خبره خلق دي، بې تعلیمه خلق دي – هغوي له دهوکه ورکړې شوې ده. مګر هغوي بهادران خلق دي او زۀ د بهادرانو خلقو ډېر قدر کوم.

    زۀ دا ځلې راغلے یم – بیا به هم راځم؛ تر څو چې د دې قضیې فېصله نۀ وي شوې.

    زۀ سبا له روان یم. د دې واقعاتو تصویر به زما پۀ زړۀ او دماغ وي. یوه ډېره مشکله خبره درته کوم – پۀ داسې واقعاتو مونږ له ځان له غصه نۀ دي راوستل پکار، غصه ښۀ شے نۀ دے – ولې کۀ تاسو دا غصه خپل طاقت وګرځوئ نو ډېر لوے کارونه به پرې وکړے شئ. نن کۀ باچا خان باندې چا لاس پورته کړے وي نو تاسو به غصه شوي یئ او غصه کېدل درله ضرور پکار دي چې د اصولو پابند باچا خان باندې دې خلق لاس پورته کوي!!! لېکن د غصې پۀ ځاے مونږ له پکار دي چې دا غصه خپل طاقت وګرځوو چې زمونږ دا ملک اباد او د ظالم د ظلم نه خلاص شي. زۀ روان یم لېکن ستاسو د دې ملک او وطن واقعات به هر وخت زما پۀ زړۀ کښې وي. ستاسو د هرکلي شکریه.

    ‘پښتون’، جلد 8، شماره 39-38، ‘یاغستان نمبر’، اول نومبر 1946، مخونه 10-6

     

  • اداريه – اپريل 2019

    کال 2019 او خدائي خدمتګار اپروچ

    دا خبره د 1929 نه 2019 ته رارسېدلې ده –

    دا قصه د لس اتیا کلونو ده –

    دا داستان د سپین سترګي پېرنګي نه د چلمارانو او چړمارانو مخې ته د ودرېدلو داستان دے –

    دا المیه د پېرنګي د جېلونو، بندونو، بندېزونو، دفعه اېک سو چوالیس، قصه خوانۍ، سپین تنګي، ټکر او میروس ډهېرۍ نه راتېره شوې؛ د خدائي خدمتګارو د منتخب حکومت ماتولو ترڅ کښې د وړومبۍ ‘پارلېمان دښمنۍ’ او پۀ بابړه کښې د شپږ سوه څلور پُر امنه جلوس کوونکو د وړومبي ‘ریاستي قتلِ عام’ پورې ده –

    د عوامي نېشنل پارټۍ د مېنډېټ تروړلو پورې ده –

    هره جمهوریت دښمني پۀ نظریۀِ ضرورت لېو کولو پورې ده –

    هره ناروا د ‘وسیع قومي مفادات’ پۀ چوپ روا کولو پورې ده –

    هر څۀ پۀ ‘قومي دهارا’ پۀ زور ټومبلو پورې ده –

    هر څۀ د ‘مرکزي’ کولو پۀ نامه د اولس نه تروړلو پورې ده –

    هره ګڼ کپي د ملکي سلامتۍ پۀ نوم کولو پورې ده –

    هره پلیتي د مذهب او ملک پۀ نامه مباح کولو پورې ده –

    اتلسم ائیني ترمیم ته د ګواښ پورې ده –

    کۀ د اولس دښمنه او او جمهوریت دښمنه طاقتونو درېم نسل د هائېبرډ وطنیت، کلون شوي مذهبیت او پالش شوې وهم پرستۍ د بهرپورې شنې جذبې سره د پېریانو، پیرې او پېریدارو پورې راورسېدو نو د خدائي خدمتګارانو څلورم نسل هم د خپل قام او خپلې خاورې د پاره د ریاست هر جبر ته ولاړ دے –’د خپله خاوره خپل اختیار’ نعرې سره ولاړ دے – خپلې بیانیې سره ولاړ دے – ‘لر او بر یو افغان’ سره ولاړ دے – خپل اسفندیار ولي خان سره ولاړ دے –

    دا خبره د 1929 نه 2019 ته رارسېدلې ده –

    دا قصه د لس اتیا کلونو ده –

    د زلفو لارو کښې شنې او برګې شیشکې دي، زلفو کښې بلا ده – خو د سائل وېنا ده،

    د جانان زلفو ته به ځان “رسوو” 
    “مونږ” اورېدلي چې بلا ده پکښې

    رحمت شاه سائل

    دا قصه د لس اتیا کلونو ده –

    دا خبره د 1929 نه 2019 ته رارسېدلې ده – پېرنګي ماتې وخوړه – پاکستان هم یو ځل مات شو – مونږ لا مات نۀ یو. مونږ ورېبلے شو، وتزنولے شو، وشوکولے شو خو مات نۀ کړے شو. مونږ به څوک مات کړي؟ مونږ ته هاغه ‘غدار’ ماتېدل نۀ دي ښودلي. دا قصه د لس اتیا کلونو شوه – رښتیا! چا وې اتلسم ترمیم نه وفاق ته خطره ده؟

    افغان مؤقت حکومت، کالعدم تنظیمونه او ‘مغالطۀِ پاکستان’

    کابل کښې د ‘مؤقت حکومت’ مطالبه د چا چا ده؟ افغانستان سره ‘مسلمانه’ تربګني څوک پالي؟ اسلام اباد کښې څوک ګرے لسټۍ باندې خوشحاله دي؟ پاکستان کښې د کالعدم (!) تنظیمونو خلاف د کوټلي ګامونو لاپې څوک وولي؟ پۀ نوو ضلعو )پخوانۍ فاټا( کښې د ائین د نفاذ نه څوک څنډه کوي او ولې ئې کوي؟ پېنډۍ د ابهے نندن او عافیه صدیقي پۀ ‘ازادۍ’ د خوشحالۍ او افتخار یو شان کېفیت ولې دے؟

    افغانستان کښې د امن د پاره کله هم کۀ څۀ مکالمه کېږي، مرکه کېږي، جرګه کېږي، ګام اخستلے کېږي نو باید د دې سیمې هر هېواد ئې پۀ ډاډ او ملاتړ ودرېږي – افغانستان د اېشیاء زړۀ دے – زړۀ چې پۀ ځاے وي، ښۀ وي.

    پاکستاني فوج کۀ ډالرو د پاره د نن نه پینځۀ څلوېښت کاله وړاندې افغانستان ته اور ورته کولو او د ‘مفت’ افرادي قوت حاصلولو د پاره ئې د مذهبي جنونیت ټېکنالوژي کاروله؛ او کۀ نن پینځۀ څلوېښت کاله پس افغانستان امن عمل کښې د خپل پرکټي وزیر اعظم پۀ خولۀ د مؤقت حکومت هاغه مطالبه کوي چې نۀ ئې جمهوریت خوښي ذهنونه خوښوي او نۀ ورته افغان اولس غاړه ږدي – د پاکستان لۀ خوا هم هاغه مطالبه کېږي چې طالبان ئې کوي او دغسې پاکستان ګرے لسټ کښې خپلې موجودګۍ نه بې نیازه ځان د طالبانو ‘ترجمان’ ثابتوي.

    پاکستان کښې د اسټېبلشمنټ د پرکټي وزیر اعظم پۀ خولۀ دغه خبرې خپلې نۀ دي. دا ستره المیه ده چې د افغانستان پۀ حقله د پاکستان پالیسي کله هم د پارلېمان نه نۀ راتېرېږي – افغانستان ته پېنډۍ تل د ستراتیژک ژورتیا پۀ پټو سترګو کتلي او بیا خوارینګړي اسلام اباد د کاغذ پۀ چیټۍ لیکلې پالیسي لکه د اېنارائډ موبائل د پیشو خپل غږ کښې ‘لوستلې’ ده.

    عوامي نېشنل پارټي د افغانستان پۀ شمول ټولو ګاونډي هېوادونو سره پۀ ښو، رڼو او غوره تعلقاتو باور لري او دې لړ کښې د سنجیده بیانیې غوښتنه کوي. د عوامي نېشنل پارټۍ مرکزي صدر اسفندیار ولي خان د عمران خان لۀ خوا راغلي بیان باندې خپل ردعمل کښې وئیلي دي، ‘د عمران خان بیان د افغان مفاهمتي عمل د ماتولو هڅه ده. چې خپل ملک کښې څوک د مېنډېټ غلا وکړي، هغوي پۀ کومو سترګو د افغان اولس د مېنډېټ توهین کوي؟ د نورو ملکونو دننه مداخلت به لا زیانمن وي. د مذاکراتو پۀ مهم پړاو افغان حکومت منځ نه ویستل د چا هم پۀ ګټه نۀ دي. د عمران خان بیان دا تاثر ورکوي لکه چې د طالبانو ترجمان خبرې کوي’-

    پاکستان کښې چې کومې مغالطې د ‘مطالعۀ پاکستان’ پۀ نوم ذهنونو کښې کرلې کېږي او کومې ‘تسلي بخش’ نسخې چې روانو حالاتو د پاره د میډیا تر لارې وېشلې کېږي، د دې نه د ملک د حالاتو اندازه کېدې شي. دې څو میاشتو کښې ملک دوه نیم زره اربه روپۍ خساره وکړه، تبدیلي د مېښو او موټرو لېلامۍ نه ډالر یو نیم سل، اوړۀ دولس نیم سوه، پټرول سلو او مجموعي طور هر څۀ پینځۀ ویشت فیصده خېژولو ته رسېدلې ده. نۀ علیم خان شته او نۀ علیمه خان – ‘نیا پاکستان’ د جنرل باجوه د وردۍ رنګونو، د عمران خان سولېدلې لمن او د خاور مانیکا د سابقه کور ودانې پښو کښې چرته هېر شوے پروت دے. نېشنل اېکشن پلان د خولې نه وتلې ښېره ده چې د ‘امین’ غږ ته قبلېدو ته ناسته ده – کالعدم تنظیمونه نن هم ‘دفاعي اثاثې’ دي نو ‘امین’ به څوک وائي؟ دې حالاتو کښې اوس هم د ګاونډي هېوادونو پۀ حواله غېر سنجیدګي؟

    افغانستان کښې د څلوېښت کلن جنګ او لوېدیځو سیمو کښې د قبائلي اپروچ تر مخه څۀ داخلي ستونزې هم د جمهوریت لاره کښې ولاړې دي، څۀ د نړیوالې ورورولۍ ‘همدردۍ’ هم دي – اتنوګرافیک فېکټرونه هم لۀ نظره نۀ شو غورځولے – ګوندیز منظم سیاسي عمل ته رسېدو پورې د افغان اولس لارو کښې بلها خنډان دي؛ کۀ پۀ افغان اولس د ‘مؤقت حکومت’ جبر ونۀ تپلے شي نو افغان اولس چې د اورونو او وینو کوم بهیر نه راتېروتل، دغه خنډانو نه به هم تېر شي. نړۍ دې دا حقیقت ومني چې د پاسه پنځوس میلینونه افغانان پۀ جینوسائډ او د اورپکو پۀ ملاتړ کولو د دنیا نه نۀ شي ختمولے. د هغوي رایې ته دې احترام ورکړے شي، دې کښې یواځې د سیمې نۀ، د ټولې نړۍ خېر دے.

     

  • اداريه – مارچ 2019

    مشتعله بیانیه او Tragedy of blunders

    د پاکستان او هند تر منځه وریته دښمني د پاکستان د وفاقي حکومتونو او اپوزیشنونو غوندې ‘فرېنډلي اپوزیشننګ’ کوي چې کله کله پکښې ‘دهرنا راج’ هم وشي، هېنډ شېک هم وشي، سمجهوته اېکسپرېس هم وچلېږي، کرتار پور اوپننګ هم وشي او کله کله ‘فرېنډلي فائرنګ’ هم وشي. څۀ کارونه د نړیوال استثمار راوړو د پاره کېږي لکه چې د امیر سلمان د راتګ نه وړاندې د کرتارپور لاره پرانستې شوه او څۀ بیا د جنګي اقتصاد د برقرار ساتلو د پاره ‘د جنګي جنون د نارملائز’ کولو پۀ نیت کېږي. د کرښې دواړو خواو ته دا جنګي جنون پۀ نیمه ګېډه ډوډۍ پسې حېرانو او نیم لغړ بې کوره ابادیو د پاره د جعلي پېټریاټیزم dose هم وي، د دفاعي بجټ اضافې له جواز هم راوباسي او د غېر ریاستي عناصرو د پالنې د پاره مذهبي او ائیني جواز هم پېدا کوي. اېبټ اباد ته د بلېک هاکس او بالاکوټ ته د هندي مېراج راتګ کښې اووۀ کاله، نهه میاشتې او پینځویشت ورځې پرتې دي ـــ پۀ بلېک هاکس شوے ردعمل هم دغه هومره ؤ چې other important information to follow او د دفاع وزیر کیونکه، چونکه، چنانچه ـــ دغه بلېک هاکس او هندي مېراج نه زیات زور سره ردعمل د افغانستان د اولسمشر محمد اشرف غني پۀ هاغه ټویټ ښودلے شوے ؤ چې هغوي پکښې پۀ مدني فعالینو د کېدونکي تشدد پۀ اړه تحفظات څرګند کړي وو. اوس د دې کرښو لیکلو پورې د وِنګ کمانډر ‘ابهے نندن’ ویډیو پۀ رسنیو مخې ته راغلې ده. دواړه ملکونه د خپلو خپلو سټاک اېکسچېنجونو سره سره د ګلوبل فشار مخې ته هم ولاړ دي او ځکه به خبرې د نړیوالې ورورولۍ پۀ وړاندې ایښودلو نه مخکښې څو څو ځله تله کښې ږدي. د ملګرو ملتونو او لویو طاقتونو لۀ خوا د خبرو نه پس به دا ستونزه نوره وړاندې لاړه نۀ شي. د پاکستان او هندوستان اولسونه باید د خپل خپل ملک نه دا ضمانت واخلي چې د جنګي جنون نارملائز کول کله هم ښه نتیجه نۀ شي ورکولې او د دې سیمې پرمختګ به د جنګسالارانو او جنګپالو قوتونو سره ګاڼه پروت وي.

    د لائن اٰف کنټرول پۀ دې غاړه هر سیاسي ګوند اعلان وکړو چې د جنګ حالت کښې به د ملک حفاظت کوي؛ دا هغه سیاسي قوتونه دي چې ټول نېغ پۀ نېغه د فوځ د سیاسي کردار مخالفت او مزاحمت کوي ـــ دوي کښې یو هم د هندي سیاستمدار سره شریک کتاب نۀ دے لیکلے او دوي کله هم د unauditable بجټ بنیفشریز نۀ دي پاتې شوي، خو بیا هم د ټولو نه زیات کېسونه د ‘غداري فارمولې’ او ‘کرپشن ټیکنالوژي’ تر مخه پۀ دوي جوړ شوي دي. حال دا چې کوم ‘سیاسي خانه بدوش’ پۀ الېکشن انجینئیرنګ کښې د فوج د ‘سیاسي وِنګ’ د سترګو پۀ اشارو ناسته پاسته کوي، هغه سره د اخلاقي او مالي بدعنوانیو تک سپین وي. د دې حالاتو نه پس هم د سیاسي قوتونو لۀ خوا د راتلونکو بیانونو نه څرګندېږي چې دا ملک د سیاسي خلقو دے، رېټائرمنټ نه مخکښې خپل بچي پۀ یخو او څربو ملکونو کښې د مېشته کوونکو، اثاثې دغه ملکونو ته د منتقل کوونکو او رېټائرمنټ نه پس خپله هم د کډه کوونکو نه دا سیاسي خلق ملک سره زیات وفادار دي.

    د ‘ابهے نندن’ او د هغۀ د ملګري پائلټ نیول تر دې دمه د دې جنګ فُل سټاپ دے. نړیواله ورورولي به دا اېکټ هم پۀ دې ځاے ودرېدل یقیني کړي.

    دې ملک کښې د سیاسي ګوندونو تحفظات نشته؟ دې ملک کښې د ریاستي قصدي تېروتنو یوه سلسله نشته؟ د ګوتو د بندونو پۀ شمېر ئې شمېرلے شو ـــ ‘مبینه’ وزیر اعظم او چیف اٰف دي اٰرمي سټاف اعتراف کوي چې څلوېښت کاله مو پردے جنګ وکړو، نور اوس پردے جنګ نۀ کوو ـــ دا نۀ وائي چې دغه جنګ چا شروع کړے ؤ او څوک پرې نن هم نازېږي، د هغوي دې محاسبه وشي.

    دا مني چې د ترهګرۍ مخنیوي د پاره د ملک هره برخه د ائین د حکمرانۍ لاندې پکار ده خو د څلوېښت کلني انساني قتل عام د جرم د اعتراف نه پس هم ‘قبائیلي’ سیمو کښې د ائین پۀ ځاے کله د یو ارډیننس، کله د بل اېکټ او کله د بل قانون سرینده غږوي.

    د ملک اساسي قانون ائین او پارلېمان ته زباني بالا دستي هم ورکوي او مخکښې نه ټاکلې شوې نتیجې لاس ته راوړو د پاره د الېکشن انجینئیرنګ تور هم پۀ سپینه ورځ پۀ خړه لمن اخلي ـــ

    د اقوام متحده چارټر کښې د انساني حقونو د هر شق د تسلیمولو نه پس راو انوار د اولسي بې باورۍ زیاتولو د پاره ازاد پرېږدي او د ارمان لوڼي پۀ قتل شونډې هم ګنډي ـــ د کلبهوشن مقدمه عالمي عدالت کښې کوي او د احسان الله احسان مقدمه د فوجي عدالت راز دارۍ کښې ساتي. داخله پالیسي ئې هم د خارجه ډکټېشن تابع ساتلې وي او ګاونډي هېوادونو سره د تعلقاتو د تریخوالي ګیله کښې هم ځان بې قصوره بولي. د مادي سوکړې دا حال چې د اقتصادیاتو او مالیاتو انتظام د پاره د کومې پالیسۍ پۀ ځاے د ‘اِیّاكَ نَعْبُدُ وَ اِیَّاكَ نَسْتَعِیْن’ وظیفې سره پۀ خوارینګړۍ خولې د قرضونو ګېډي راوړي او د روحاني ابترۍ دا انتها چې د بشريٰ مانیکا صاحبې پېشینګویانې او د طارق جمیل صاحب خوبونه شنډ خېژي..

    د جنګ دې نوغے ورک وي، ‘دا څوک چې جنګ غواړي د جنګ د زوره نۀ دي خبر’ ــــ

    چین دواړه لاسونه اوچت نیولي دي او د یو اویایم کال د غلطۍ نه ډېر لرې ولاړ دے ـــ ایران تور لګوي چې پاکستان نه د هغۀ پۀ خاوره بریدونه کېږي، افغانستان خو د څلوېښتو کلونو پرهرونو کښې ژوبل ژوبل پروت دے؛ د اسلامي ملکونو اتحادیې کښې سشما سوراج صاحبه پۀ دې بلنه ګډون کوي چې هند به ئې مستقل غړے شي ـــ داسې حالاتو کښې هر څو کۀ پارلېمان نه د څۀ ‘خپلواکه’ کردار توقع ځکه نۀ شي کېدې چې دا خو مسلط شوے حکومت او یرغمال پارلېمان دے، خو سیاسي ګوندونه باید دې مطالبې سره خپل دا اخلاقي فرض پوره کړي چې د جنګ کولو یا نۀ کولو فېصله به پارلېمان کوي ـــ نېشنل کمانډ اتهارټي باید دا خبره پام کښې ولري چې جنګ کښې کله هم یو فریق پۀ اوچته غونډۍ ناست بچ نۀ پاتې کېږي، د جنګ ګواښ د حب الوطنۍ سند نۀ دے، د جنګ مخه نیول د حب الوطنۍ دلیل دے.

    مونږ د باچا خان د لارې منونکي یو، مونږ د عدم تشدد عقیده لرونکي یو. باچا خان د دوېم نړیوال لام د پاره د اٰل انډیا کانګرس لۀ خوا د پېرنګي مرستې ته غاړه ایښودو باندې د کانګرس ورکنګ کمېټۍ نه پۀ دې دلیل استعفٰي ورکړې وه چې ‘زۀ د وینې پۀ بیعه ازادي نۀ اخلم ـــ دغه وینه کۀ د یو پښتون وي کۀ د هندي، د یو برېطاني وي کۀ جرمني.’ باچا خان پۀ خپل دریځ یواځې تر هغه دمه ولاړ ؤ چې تر څو کانګرس پۀ جنګي پالیسۍ نظرثاني نۀ وه کړې.

    د عوامي نېشنل پارټۍ مرکزي صدر اسفندیار ولي خان روان صورت حال باندې خپل جاري کړي رسمي بیان کښې وئیلي دي،

    ‘باید دواړه ملکونه د زغم نه کار واخلي. د مسئلو د حل سیاسي او سفارتي لارې لټول د وخت غوښتنه ده. داسې کومه مسئله نشته چې د هغې حل د خبرو اترو تر لارې راوتلے نۀ شي. مشتعله بیانه او سرجیکل سټرائیکس د دې ټولې سیمې د پاره خطرناک دي. کۀ د تباهۍ او بربادۍ نه وروستو مذاکرات کېږي نو دا مذاکرات د جنګ نه وړاندې کولو کښې څۀ ستونزه ده؟’

    مونږ د جنګ د مخنیوي د پاره نۀ دا چې دعا کوو بلکې د امن سره ښکاره جاره عملاً ولاړ هم یو. هندوستان او پاکستان دواړه دې د جنګ د ‘اٰپشن’ پۀ ځاے د خپل منځي مسئلو حل د پاره د خبرو اترو لاره خپله کړي. کۀ جنګ کښې خېر ؤ، نن به افغانستان، عراق، شام د نړۍ تر ټولو اباد او سوکاله هېوادونه وو. دا خبره دې کله هم د پام نه بهر نۀ وي چې د پاکستان او افغانستان تر منځه د روانې شخړې بنیادي جواز او نړیوالو ته د هند بهانه د نېشنل اېکشن پلان پۀ شلو واړو نکتو بې د څۀ ګُډ او بېډ د امتیاز نه عمل درامد سره غوڅېدې شوه. وخت اوس هم تلے نۀ دے. د امن پۀ خوا ودرېدل کله هم تاخیر نۀ وي.

    جنګ د حب الوطنۍ سند نۀ دے، جنګ د بهادرۍ معیار نۀ دے. د وطن سره د مینې ټوله نه لویه ګواهي د امن مینه، امن د پاره غږ او امن د پاره اقدام دے. خداے دې راتلونکے نوروز د امن زېرے او جشن کړي.

     

  • اداريه – فروري 2019

    تړتړۍ ژبه د خیسور د حیات خان

    ژاړي بې وسي خپله پۀ خپله تړتړۍ ژبه حیات خان د خیسور ــــ جاري کړے حکم سالار د سپاه ـــ ‘وتړئ پۀ زندانونو کښې سړي د دې کلي!!! بې ستره کړئ درشلې د دې کورونو!!! کښېنوئ وېره سترګو کښې د ماشومانو د دې وطن!!!

    جاري کړے حکم سالار د سپاه ــــ تالا کړئ دوکانونه، مارکیټونه، مېلې او بازارونه!!! وراتۀ کړئ ګلونه او سکارۀ کړئ اونې د دې بڼونو!!! ړنګ کړئ کورونه، کوڅې او ونړوئ دا ښار!!!

    تړتړۍ ژبه د خیسور د حیات خان ـــــ نۀ لري خپلې نندارې له سترګې دومره هم، لکه چې دي څومره سترګې شعرونو ته د فرمان کسکر ــــ تړتړۍ ژبه د خیسور د حیات خان، چې ګویا پرې دي څړیکې د محکوم ښار؛ او شعر د فرمان کسکر چې اوروي داخل خپل پۀ ‘نو خو نو’ کښې ــــ دا تنزېدلې نوحې او دا نیازبینې مینې زده کوي چل او جرأت د اظهار!!!

    منظرونه دي عجب ـــ نندارې دي ناویاتې!!! ملنډې شي محبتونه زمونږ شي پۀ ژبه د فرمان کسکر او بې څوکه شي احتجاجونه زمونږ پۀ تړتړۍ ژبه د حیات خان د خیسور ــــ

    ‘هلته هم زۀ مرم، دلته هم زۀ مرم’،

    ‘بهوک تهذیب کے سانچون مین نهین ډهل سکتی’،

    ‘اے جنونه د شرابو! اے بابا د لېونو!’

    ‘نور درته هېڅ د غېرتونو د زوال نۀ وایم’

    ګران وي اوسېدل ‘مهذب’ پۀ تهذیبونو سقوط شوو او ښارونو محاصره شوو کښې ـــ

    مات کړو نوراني بي بي ستر د سپینو څڼو خپلو!!! وکړو احتجاج هغې پۀ مات شوي ستر د درشل د کور خپل!!! کومو ‘سنګینو’ چې مات کړي سترونه دغه، نۀ پرېږدي سنګیونه د هغوي میا افتخار حسېن، چې ورشي کېمپ د بکاخېل ته ـ محاصره شوي ښارونه، اظهارونه او بې ویاړه کړے شوي دارونه!!!

    جاري کړے حکم سالار د سپاه ـــ ‘تور کړئ سپین روبي د دې وطن’، ‘مسلط’ کړئ رد شوي د اولس پۀ اولس ـــ کښېنوئ خپسه د وېرې پۀ زړونو کښې د دې اولس ـــــــ نېغ نېغ کړئ ټوپکونه پۀ سکولونو، لارو او پۀ ‘اسلامیه’ کالجونو یونیورسټیو د دې ښار کښې ـــ شکمنې کړئ مرکې د دوي، بې باوره کړئ جرګې د دوي، نا قابلِ قبول وګرځوئ فېصلې د دوي ـــ کړئ ټول ملک نوے ‘ون یونټ’ ــــ وزورئ ورمېږونه د دوي پۀ قرضونو پورونو د دنیا ـــ ګاڼه کړئ دوي ـ

    جاري کړے حکم سالار د سپاه ـــ تکرار دې شي! تکرار دې شي هغه داوونه، پېچونه، چلونه، چالونه او لړغړیتې چې پرې وینې وینې شوے ؤ شمال د دې وطن ـــ وتروړل دې شي وږمې دې خاورې نه او ونوستل دې شي وږمونه د وینې پۀ جنوب کښې هم د دې وطن، لکه چې وو پۀ شمال د دې وطن کښې ـــ ‘بوري’ دې سره شي پۀ وینو لکه پاړا چنار!!! رادې کښل شي نوکونه پۀ مخ د اشنغر!!! لوخړه دې وي پېښور!!! تیکه تیکه دې پروت وي کابل!!! تړلے دې پروت وي ‘طورخم’ او ‘چمن’!!! وئیلي دي سالار د سپاه، ‘نمستکار کرتارپور’!!!

    جاري کړے حکم سالار د سپاه ـــ پۀ امان دې وي لۀ توده باده تودې خبرې اسلام اباد ته ‘انتخابي شاپنګ بېګ’ کښې راوړي “حُکم دانان”ـــ او ګائیږي دې، غږېږي دې، څربېږي دې، ګواښېږي دې ‘”حُکم رانان” د پېنډۍ’؛ بېنډ پۀ بېنډ، چېنل پۀ چېنل، داخله پۀ خارجه، خارجه پۀ داخله!!!

    پۀ روي د خداے! مۀ اورئ قیصه چې کوي ئې پۀ تړتړۍ ژبه حیات خان د خیسور؛ واورئ معنې د قیصې د هغۀ ـــ مۀ شمارئ سېلابونه د نظم د فرمان کسکر؛ وګورئ جرأت د وېنا د هغۀ ـ مۀ شمېرئ کرښې راکښلې چې دي نوراني بي بي پۀ کاغذ سپین؛ وګورئ سوخت ته پۀ سترګو د هغې کښې، وګورئ کونجونه ته پۀ تندي د هغې ـــ مۀ کوئ کنځلې پلار ته د نقیب الله مسید ـــ مۀ لېلاموئ مقدسې وینې د نقیب الله مسید پۀ هاغه ایوانونو چې ګڼئ ئې ‘پلیت’ تاسو ـــ

    ورکړئ لاسونه یو تر بل پۀ ځاے د ورکولو د پېغورونو، پۀ ځاے د نیولو ګوتې یو بل ته ـــ لا به یو کېږو، ګنې ورکېږو!!!

    یو کېږو به پۀ یو کېدلو سره ـــ ګنې ورک به شو پۀ ورکېدلو سره!!!

     

  • اداريه – جنوري 2019

    باچاخان، خان عبدالولي خان، افغان امن مذاکرات او نېشنل اېکشن پلان

    نوے کال دې هر چا د پاره د یو پُر امنه، سوکاله او هوسا ژوند زېرے شي ـــ دې نوي کال کښې چې د فخرِ افغان باچاخان او رهبرِ تحریک خان عبدالولي خان د تلینونو ورځې راځي نو مونږ به د خپلې نظریې او خپل سیاست سره خپل پخوانے تړون بیخي د یوې نوې جذبې پۀ لېونتوب نوے کوو. دې ملک کښې ډېر زوړ غېر جمهوري روایت د نور کله نه زیات شدت سره لکه جاکړ روان دے. د عدلیې د تلې چابړي د خپلو او مېرنو کېسونو بې عدله کړي دي، خفیه ادارې د ملک دننه د غل باچا لوبه او شلغاتو کښې ګېرې دي، میډیا د ‘مثبت’ خبرونو لټون کښې ده او فوج د خپل سیاسي وِنګ او د هغې د اتحادیانو پښې ټینګولو د پاره خپله ټوله اېټمي توانائي کاروي. مذهبي ګوندونه د ریاست د جنګي معیشت پۀ بنیاد د انتهاپسندۍ او روادارۍ د ریا منځ کښې ځانګي، سیاسي ګوندونو ته د عدلیې او احتساب جغونه پۀ اوږو پراتۀ دي، قوم پرستي هم لکه د مذهب پۀ فرقو کښې ویشلې کېږي.

    سیاسي ګوندونه د عدلیې، احتساب او میډیا ټرائل د زور لاندې د ‘نفسي نفسي’ محشر کښې ښکېل دي؛ اسټېبلشمنټ چې نۀ قومیت لري، نۀ مذهب او نۀ د وطنیت سره څۀ کار ـــ جمهوریت او ائین د جوډیشل مارشل لاء او د قامونو د حقونو ضمانت د باجوه ډاکټرین محاصره کښې دے.

    د درې ویشتم مارچ نولس سوه څلوېشتم د لاهور قرارداد نه د درېم جون نولس سوه شپږ څلوېښتم پلان پورې، د پنځلسم اګست نولس سوه اووۀ څلوېښتم د شپې نه د درې ویشتم مارچ نولس سوه اتۀ څلوېښتم قراردادِ مقاصد پورې ـــ او د دغسې بې شمېره واقعاتو تسلسل چې تېره ورځ وزیرستان کښې د پاک فوج پۀ سرپرستۍ کښې د کومې سویلین نمائندګۍ نه بغېر د مختلفو جهادي ‘رجسټرډ’ او کالعدم تنظیمونو د مشرانو د عسکري ریاستي دورې شالید (پس منظر) کښې وګورو چې د نېشنل اېکشن پلان جنازې له د اسلامي نظریاتي کونسل پۀ چار اندام کښې راغونډ شوي وو نو د پاکستان د موجوده بدې ورځې ټولې نخښې نخښانې او د جوډیشل مارشل لاء او باجوه ډاکټرین محرکات مخې ته ودرېږي.

    د پاکستان میډیا د اٰئي اېس پي اٰر لۀ خوا د ‘مثبت’ خبرونو د حکمنامې نه پس هېڅ د خپلې شیشې پۀ مخ نۀ پرېږدي. وزیرستان ته پۀ عسکري سرپرستۍ کښې د مختلفو مذهبي او فرقه پرستو جهادي قوتونو دوره چې پکښې د کالعدم تنظیمونو مشران هم شامل وو، میډیا د پاره خبر نۀ دے. میډیا د پاره دا خبر دے چې نواز شریف به اډیاله کښې پاتې کېږي کۀ لاهور کښې؟ اٰصف زرداري به څنګه پۀ څۀ او څومره سکنجه کېږي؟ فلېګ شپ کېس کښې چې نواز شریف ته د وزارت عظمٰي نه د معطلۍ سزا اورولې شوه، هغه کېس کښې هغه بري کړے شو؛ اوس به د انصاف تقاضا څۀ وي، میډیا د پاره دا خبره خبر نۀ دے.

    دسمبر د اٰرمي پبلک سکول د تنکو ګلونو او د پېښور د زرعي پوهنتون د زلمو د وینې سانده ځان سره راوړې وه او اوس چې د جنورۍ میاشت کښې تاسو ‘پښتون ‘ لولئ، د باچاخان د تلین ورځ او پۀ باچاخان پوهنتون د شوي ترهګر برید ورځ به مو د میاشت پۀ شلمه مخې ته ولاړه وي. پاکستان پۀ ریاستي کچ نۀ خو کله شپاړسم دسمبر د بنګله دېش پۀ تناظر کښې د سانحې د ورځ پۀ توګه لکه د ‘یومِ ندامت’ یا ‘یومِ کفاره’ نمانځلے او نۀ ئې شلمه جنوري کله د ‘یومِ امن’ یا د ‘یومِ باچاخان’ پۀ توګه نمانځلې ـــ اوس شپاړسم دسمبر د میډیا ‘نیوز پروف’ انتظاماتو سره د اٰرمي پبلک سکول او شلمه جنوري هم دغه هومره پرهېز سره د ‘سانحۀ باچاخان پوهنتون’ پۀ نامه نمانځي. د فارسي سرود پۀ ځاے د ‘میں ایسی قوم سے ہوں جس کے وه بچوں سے ڈرتا ہے‘ سندره د لویو ښارونو پۀ تعلیمي ادارو کښې د بجاوهلو عسکري سرکاري انتظامات کېږي. سږ کال پۀ عسکري نګرانۍ کښې پۀ وزیرستان کښې د فعال او کالعدم دهشتګرد تنظیمونو مشرانو له ورکړے شوي چکر دا خبره ثابته کړه چې د اٰرمي پبلک سکول د رېژېدلو تنکو ګلونو او د ترهګرۍ پۀ پېښو کښې د غوڅ شوو سرونو وارثان دې اوس د نېشنل اېکشن پلان نه هېڅ توقع ونۀ لري ـــ نېشنل اېکشن پلان د قومي بچت سکیم لاندې غېر اعلانیه طور د عملي کېدو نه وړاندې هم داسې د کومو هوښیارانو پۀ ښونه یا حکم بند کړے شو، څنګه چې د مهران بېنک سکېنډل د بندولو خواست شوے دے.

    تېره ورځ د پېښور پوهنتون پۀ ‘پیوټا’ تالار (هال) کښې د ‘باچاخان ټرسټ ایجوکېشن فاونډېشن’ لۀ خوا ‘پاک افغان پیس کانفرنس’ ته د خبرو پر مهال د عوامي نېشنل پارټۍ مرکزي سېکتر میا افتخار حسېن ووئیل، پۀ افغانستان کښې د امن د پاره روانو مذاکراتو نه د افغانستان حکومت بهر ساتل د امن پۀ مطالبه سوالونه پورته کوي. د افغانستان امن د پاره باید ټول سټېک هولډرز دې مذاکراتو کښې شامل وي. زمونږ د ګوند مطالبه ده چې روس او چین دې یواځې د سهولت کارۍ او منځګرۍ کردار نۀ بلکې د ضمانتیانو کردار ادا کړي. پاکستان کۀ پۀ مشرقي پوله د کرتارپور راهداري پرانیزي نو باید افغانستان سره هم دغسې لارې پرانستلو ته غاړه کېږدي. د امن مطالبه دې رڼه او واضحه وي، جنګ د پاره دې جواز پرېنښودے شي.’

    نن د افغانستان د امن پۀ حواله د عوامي نېشنل پارټۍ دریځ او د ښاغلي میا افتخار حسېن دغه خبره د پاکستان میډیا د پاره هم هاغه شان ‘مثبت’ خبره نۀ ده څنګه چې د نن نه څلوېښت کاله وړاندې پۀ افغانستان کښې د روان جنګ پۀ حقله د عوامي نېشنل پارټۍ دریځ د باچاخان او خان عبدالولي خان خبره ‘مثبت’ خبره نۀ وه. نن کۀ څوک د افغانستان د پاره د امن پلان نه د افغانستان جمهوري حکومت وباسي، لکه چې افغان اولس دغه مذاکراتو نه بهر کوي؛ نن کۀ څوک دغه مذاکراتو کښې ټول سټېک هولډرز نۀ شاملوي، لکه چې جنګ د پاره جواز پرېږدي؛ نن کۀ افغانستان کښې ختیځې سیمې جنګیالو طالبانو ته د سپارلو فېصله کېږي، لکه چې د پاکستان لوېدیځو سیمو کښې د جنګ د پاره زیات پراخه مېدان ورکړے کېږي!!! قسم مو دې وي د اشرف المخلوقاتو د خداے پۀ ذات، نۀ دا منفي خبره نۀ ده او نۀ دا غېر حقیقت پسندانه مطالبه ـــ

    میډیا د ټول ملک سترګې د نېب او عدالت عظمٰي نه د نواز شریف پۀ حواله راتلونکو خبرونو او انکشفاتو، د اٰصف زرداري پۀ حواله د مبیّنه اومني اکاونټس او مني لانډرنګ برېکنګ نیوز پۀ سنسني خېزۍ کښې تړلې دي ـــ پاکستان یو خوا د نړۍ مالیاتي ادارو د مالي بد انتظامۍ او غېر شفافیت پۀ حواله د یو ګڼ کپ ریاست پۀ توګه ‘ګرے لسټ’ کښې شامل کړے دے او بل خوا پۀ تواتر سره د ‘دوستانو’ پورونو کښې ګاڼه کېږي ــــ د اٰسیه مسیح قیصه څۀ شوه؟ خادم حسېن رضوي سره څۀ وشو؟ فوجي عدالتونو ته د نورې توسیع ورکولو څۀ ضرورت؟ ـــ دا ټولې خبرې د ‘مثبت’ خبرونو زمره کښې نۀ راځي. اوس د سندهـ منتخب حکومت د لارې موږے دے ـــ دا د لارې نه ویستلو د پاره عدالت، نېب، خفیه ادارې او ‘مثبت’ میډیا یو بل سره لاس پۀ لاس ودرېدل. د ‘باجوه ډاکټرین’ ګنګوسه د اتلسم ائیني ترمیم د لارې هر خنډ منځ نه ویستلو د پاره سرګرم دے، کۀ څوک څۀ خبره کوي نو د سوموټو اېکشن، د نېب چارج شیټ یا د کونړ نه راوتلي دوه ویشت کلن هغه ‘حسنېن اپریدي’ سره به مخ کېږي چې پینځۀ فُټه اوږده اونه او رنګۍ رنګۍ ږیره ئې ده!!!

    نوي پاکستان کښې بېروني قرضې ته د پېکېج نامه ورکړې شوې ده ـــ ادائیګۍ ته به چې څۀ نامه ورکولې کېږي؟

    د سعودي عرب نه د اخستي پېکېج بدل کښې څۀ ته غاړه ایښودې شوې ده؟ دوبئ نه راتلونکي پېکېج د پاره کوم شرائط ایښودے شوي دي؟ ترکي نه راتلونکي پېکېج د پاره څۀ قیمت ورکړے کېدونکے دے؟ اٰئي اېم اېف د پاره به روپۍ نوره څومره غورځولې کېږي او د نرخونو بیاستې به د غریبانو ورمېږونه تاوهلو د پاره څومره تاوژنې کېږي؟ امریکه پۀ افغانستان امن کښې د پاکستان نه د کردار ادا کولو د ‘ډو مور’ مطالبه کوي او پاکستان د دغه مطالبې ‘مثبت’ خبر ثابتولو د پاره دې ته ‘د کردار ادا کولو امریکائي درخواست’ وائي.

    باچاخان د امن علامت او د باچاخان لاره د امن لاره ده – د خان عبدالولي خان ژوند د سیاست او جمهوریت هاغه سمبول دے چې د دې ملک دننه زورېدلي قامیتونه به ترې رڼا اخلي. کۀ د ریاست ټولې ‘ستنې’ نن هم باچاخان او ولي خان نظر انداز کوي، کۀ د باچاخان او ولي خان د تحریک لارې نیسي، کۀ د خپلو دروغژنو اناګانو پۀ دائره کښې ګېر د زمکني حقیقتونو ادراک نۀ کوي نو هغه ورځ لرې نۀ ده چې دا ملک به د داسې ازمېښتونو سره مخ وي چې د ځان خلاصولو یو رو به هم پۀ لاس نۀ ورځي. نن څلوېښت کاله پس چې پاکستان د خپل مقدس جهاد د اور اثراتو ازمېښت ته مخ کړے دے، د دې پۀ شا د ریاست لۀ خوا ‘جمهوریت ضد رویه’ پرته وه او نن خپل مقدس جهاد ته د’فساد’ وئیلو باوجود د جمهوري رویو د ختمولو او د جمهوریت د ړنګولو ریاستي زور واکي به پۀ څو راتلونکو میاشتو کښې دا ملک یو بل تصادم سره مخ کړي او دې له د لاس ورکوونکو د پاره به دوستان ملکونه د څۀ پېکېج ورکولو نه هم داسې پۀ شا شي، څنګه چې ترې د ‘برکس’ (BRICS) غونډه کښې پۀ شا شوي وو.

    مونږ د کال دوه زره نولسم پۀ درشل ولاړ یو ـــ دې نوي کال کښې چې د فخرِ افغان باچاخان او رهبرِ تحریک خان عبدالولي خان د تلینونو ورځې راځي نو مونږ به د خپلې نظریې او خپل سیاست سره خپل پخوانے تړون بیخي د یوې نوې جذبې پۀ لېونتوب نوے کوو. دې ملک کښې ډېر زوړ غېر جمهوري روایت د نور کله نه زیات شدت سره لکه جاکړ روان دے. د عدلیې د تلې چابړي د خپلو او مېرنو کېسونو بې عدله کړي دي، خفیه ادارې د ملک دننه د غل باچا لوبه او شلغاتو کښې ګېرې دي، میډیا د ‘مثبت’ خبرونو لټون کښې ده او فوج د خپل سیاسي وِنګ او د هغې د اتحادیانو پښې ټینګولو د پاره خپله ټوله اېټمي توانائي کاروي. مذهبي ګوندونه د ریاست د جنګي معیشت پۀ بنیاد د انتهاپسندۍ او روادارۍ د ریا منځ کښې ځانګي، سیاسي ګوندونو ته د عدلیې او احتساب جغونه پۀ اوږو پراتۀ دي، قوم پرستي هم لکه د مذهب پۀ فرقو کښې ویشلې کېږي.

    سیاسي ګوندونه د عدلیې، احتساب او میډیا ټرائل د زور لاندې د ‘نفسي نفسي’ محشر کښې ښکېل دي؛ اسټېبلشمنټ چې نۀ قومیت لري، نۀ مذهب او نۀ د وطنیت سره څۀ کار ـــ جمهوریت او ائین د جوډیشل مارشل لاء او د قامونو د حقونو ضمانت د باجوه ډاکټرین محاصره کښې دے. داسې حالاتو کښې د نېشنلیانو ذمه وارۍ د نور کله نه زیاتې شوې دي ـــ باید د خپلې نظریې، خپل سیاست، خپل بېرغ او خپل قیادت سره خپله ملګرتیا او ورورولي لا پراخه او کلکه کړو. باید پۀ هوښیارو ابهامونو او ډډو جذباتیاتو کښې ونۀ نښلو. باید د تاریخي او سیاسي شعور پۀ رڼا کښې د قوم پرستي د فرقه بازۍ ښکار نۀ کړو او د خپل سیاست او قیادت مټې مضبوطې او غږ ئې زورور کړو.

    نېکمرغه دې وي نوے کال، د امن زېرے دې وي نوے کال، د پرمختګ پروژه دې وي نوے کال!!!

     

  • اداریه – دسمبر 2018

    روس کښې ‘باچاخان امن کانفرنس’ او ‘جنېوا کنونشن’

    ضلع اورکزئ چې کله د ‘فاټا’ برخه وه، هم ئې هلته تېرو ورځو کښې د شوې بمي چاودنې غوندې پرهرونه پۀ خپله ژوبل ژوبل سینه خوړلي وو؛ المیه دا وه چې د محفوظ اسلام اباد د کېمرو سترګو نه پټ او هلته د سرګرم ریاستي خفیه ادارو د اهلکارانو نه پۀ ډډه د سپرنټنډټ پولیس د کچ لوے افسر طاهر داوړ پۀ رڼا ورځ تښتولے شوے او د بې شمېره تفتیشونو نه پټ پۀ مبینه توګه ننګرهار ته رسولے شوے ؤ. د لاهور نه د وزیر اعظم یوسف رضا ګېلاني زوے هم تښتولے شوے، ځکه به دا طعنه او ګیله پۀ ځاے پرېږدو ـــ خو بیا هم د یوسف رضا ګېلاني د زوي او د طاهر داوړ تر منځ د ‘نېشنل اېکشن پلان’ فاصله پرته ده. د اسلام اباد او قندهار تر منځ د 966.40 کلومیټر فاصله سوال نۀ پورته کوي، د ‘نېشنل اېکش پلان’ فاصلې سره یو شمېر سوالونه پورته شوي دي. دې سره پۀ محفوظ اسلام اباد کښې د جامعه حقانیه مشر مولانا سمیع الحق پۀ وحشیانه توګه پۀ چړو د وهلو او وژلو واقعه هم مخې ته راغلې ده.

    دا واقعې پۀ یو داسې وخت کښې مخې ته راغلې دي چې یو خوا د روس فوج د جامعه حقانیه پۀ ګاونډ کښې پاکستان سره شریک فوجي مشقونه کوي، د باچاخان نمسے او د خان عبدالولي خان زوے اسفندیار ولي خان چې د باچاخان د عدم تشدد د فلسفې رڼا کښې د خان عبدالولي خان سیاسي پارلېماني مبارزه مخ پۀ وړاندې بوځي؛ د روس پۀ ‘ورونش پوهنتون’ کښې د باچاخان د عدم تشدد پۀ فلسفه جوړ شوي کانفرنس کښې ګډون کوي. پرون چې امریکې، عربیانو، روس او پاکستان د جنګ ګواښونه او جنګونه کول، باچاخان او خان عبدالولي خان د جنګ پۀ ضد ولاړ وو؛ نن هم دغه ملکونه جنګونه، جنګي تربیتونه او پلاننګونه کوي، د باچاخان د مفکورې وارثان نن هم د عدم تشدد، سولې او امن خبرې کوي.

    ملي مشر اسفندیار ولي خان دغه کانفرنس ته خپلې وېنا کښې ووئیل؛ مونږ پۀ متشدده نړۍ باور نۀ لرو، دوېم نړیوال جنګ کښې د برطانوي استعمار مشروطه مرسته باندې باچاخان د کانګرس سره لارې بېلې کړې وې او مونږ نن هم د عدم تشدد پۀ هغه لار روان یو. مونږ د جنګ د مخنیوي قیمت پۀ خپلو وینو ورکړو او نن هم دا وایو چې کۀ دنیا د تشدد او جنګونو مخنیوي د پاره سنجیده ګامونه پورته نۀ کړل نو نړیوال امن به د طالبان او القاعده نه زیاتې سنګینې خطرې داعش ته څېلمه شي. هغۀ پۀ چین او روس هم غږ وکړو چې کۀ سیمه کښې داعش پښې ټینګې کړې نو دا جنګ به یواځې پاکستان او افغانستان پورې محدود نۀ پاتې کېږي.

    د باچاخان د عدم تشدد پۀ فلسفه جوړ شوي دغه سیمینار کښې ملي مشر اسفندیار ولي خان د خپل ګوند د فکري او نظریاتي هلو ځلو پۀ لړ کښې ووې، د عوامي نېشنل پارټۍ مرکزي سېکرټرېټ ‘باچاخان مرکز’ یواځې د سیاسي هلوځلو د رابطو د پاره نۀ دے جوړ ـــ باچاخان مرکز نه د ادبي، تحقیقي او تعلیمي هلوځلو کارونه هم روان دي. د تعلیم پۀ لړ کښې ‘باچاخان ټرسټ ایجوکېشنل فاونډېشن’ پۀ صوبه کښې د اتلس سکولونو انتظام چلوي. دا سکولونه جدید، معتدل او د تاریخ او سماجیاتو د شعور پۀ رڼا کښې د نوي نسل روزنه کوي. زمونږ عقیده ده چې د تشدد مخنیوي د پاره د تعلیم نه زیاته مؤثره ذریعه نشته.

    نن کۀ د روس لښکرونه د جامعه حقانیه پۀ ګاونډ کښې جنګي مشقونه کوي، د باچاخان د عدم تشدد فلسفه د روس پۀ پوهنتون کښې انګازه شوه. دا د جنګپالو او جنګسالارانو ماتې ده. د امن دا خبرې دې یو روایت او رویه شي. هر څوک دې د امن خبره کوي نو د امن لارې به ښکاره شي. هم دغه د نومبر میاشت کښې پۀ روس کښې پۀ افغان خاوره د امن پۀ حواله ناسته کښې د افغانستان جنګ سره متعلقه قوتونه ناست وو. دا اوس هم پۀ جېنوا کښې یو بېن المللي سیمینار وشو. دا سیمینار افغانستان کښې د سیاسي او اقتصادي ستونزو د حل لارې راویستلو د پاره ؤ. د امریکا، روس، چین، هندوستان او یورپي ملکونو د خارجه چارو وزیرانو او نورو لوړ پوړي چارواکو دغه سیمینار کښې ګډون وکړو. د پاکستان د خارجه امورو وزیر شاه محمود قرېشي دغه مهم سیمینار کښې بوجوه ګډون ونۀ کړو. هر څو کۀ دغلته د پاکستان نمائندګي وه، د خارجه امورو د وزیر دغه سیمینار کښې ګډون به ډېرې شوشې لۀ منځه وړې وې. د سشما سوراج د سارک اجلاس د بائیکاټ د اعلان نه یو اړخ ته، دا یو مثبت قدم دے چې هندوستان سره د کرتارپور راهداري پرانستې شوه. دغلته د وزیر اعظم، اٰرمي چیف او خارجه چارو د وزیر پۀ شمول د کابینې موجودګي هم بده نۀ ده، خو کۀ پۀ افغان خاوره امن نۀ وي نو کۀ لس کرتارپورونه نور هم پرانستے شي، پاکستان به د نړۍ نه د قرضونو او چندو لاس ته ناست وي. امن لۀ هرې مطالبې وړومبۍ مطالبه ده او پاکستان باید د ټولو ګاونډیانو سره د امن عمل او د لارو پرانستلو کښې شراکت وکړي.

    یاده دې وي چې ‘ورونش پوهنتون’ کښې د لېوني فلسفي خان عبدالغني خان د نصب شوي تمثیل پرانسته هم د ملي مشر اسفندیار ولي خان پۀ لاس تر سره شوې ده. ‘پښتون’ روسیا کښې د مېشته پښتنو افغانانو او پۀ ځانګړې توګه د ښاغلي نوید محمد او د هغۀ د ملګرو مننه کوي چې د پښتو او پښتونولۍ د درد ویاړ ئې د ماسکو پۀ واورین موسم کښې هم تود ساتلے دے. پۀ دغه موقع ملي مشر د ښاعلي سېنېټر مایګر موروزوف او د ورونش پوهنتون ښاغلي پروفېسر دیمتري اېنوووېتسکي ته د دغه سیمینار پۀ تابیا کولو شیلډونه هم ډالۍ کړل.

    د سل ورځني پلان قیصه: ‘نوے پاکستان’ او THUGSOFHINDOSTAN

    ‘یش راج فلمز’ د هندوستان د فلمي صنعت بالیوډ یو داسې ترپال دے چې د دې لاندې جوړېدونکي فلم کښې کار کول د لوے نه لوے ستوري ارمان وي. هندوستان نه بهر نړۍ کښې هم د بالیوډ مینه وال د یش راج فلمز نوم ته لېواله وي. یش راج فلمز به فکر کړے ؤ چې کۀ د فېلپ ټائلر ناول ‘کنفېشنز اٰف اے تهګ’ باندې قیصه جوړه کړم نو د ‘پائرېټس اٰف دي کېربئین’ د جېک سپېرو نه به هم لوے نوم وګټم. بیا ئې دا ګمان هم ځغلولے ؤ چې کۀ د امیتابهـ بچن، فاطمه ثناء شېخ، عامر خان او کترینه کېف غوندې ستوري ورته راټول کړم او د لويډ اوئن غوندې شین سترګے ورته هم راولم نو کامیابي به شپاړس انې شي. خو د فلم راتلۀ څۀ وو چې پۀ درېمه ورځ ئې جق وخوړۀ او اوس د یش راج فلمز د ټولو نه پۀ لوے بجټ جوړ شوے تر دې دمه د ټولو نه لوے فلاپ هم دغه ‘ټهګز اٰف هندوستان’ دے.

    پاکستان کښې اسټېبلشمنټ فکر وکړو چې مونږ سره د قرارداد پاکستان نه تر قرارداد مقاصد او بیا د ‘دو نهین اېک پاکستان’ قیصه د فېلپ ټائلر ناول نه زیاته مضبوطه ده ـــ د جېک سپېرو پۀ نسبت د مهاتیر محمد او طیب اردګان مثالونه هم شته او د کرکټ ورلډ کپ ګټونکې سامۍ هم شته، مونږ دې ولې نوے پاکستان جوړ نۀ کړو؟ نۀ د قیصې ضرورت شته، نۀ د نظریې، نۀ د منصوبې او نۀ د کومې معقولې بیانیې ـــ بس بیا څۀ وو چې هر طرف ته د نوي پاکستان سرودونه پۀ غږېدو شول ـــ عدلیې، احتساب کمېشن او فوج خپلې ذمه وارۍ سر ته ورسولې او چې بیا پۀ اتلسم اګست دیارلس منټه کم دولس بجې د حلف اخستو پۀ وخت د ‘خاتمُ النبیین” پۀ ځاے د “خاتم الْنَبْیُولِین” وئیلو نه پۀ شلم نومبر پنځویشت منټه د پاسه یوه بجه ‘ختم نبوت کانفرنس’ ته خطاب کولو پورې، او ‘روزِ قیامت’ ته د ‘روزِ قیادت’ وئیلو نه د سل ورځني پلان د پاره خطاب کولو پورې ټوله قیصه د يوټرن د ماهرانه، فلسفیانه، متشرعانه تشریح نه یونیم سل روپۍ او یو ډالر ته پرېوتلې ده.

    یش راج فلمز د خپلو مینه والو سره زیاتے کړے دے، یش راج فلمز به دا تاریخي غلطي تل یاده لري.

     

  • اداريه – نومبر 2018

    ضمني انتخابات او حکمران رژیم

    پۀ ضمني انتخابات کښې د عوامي نېشنل پارټۍ او د اپوزیشن جماعتونو د اتحاد د امیدوارانو د کامیابېدو شرح چې د تېرو عامو انتخاباتو سره متقابل کړو نو پۀ تېرو انتخاباتو کښې د ادارو لۀ خوا د ټګۍ ټورۍ کولو او پۀ انتخابي نتیجو د اثر اندار کېدو الزامونه رښتیا ثابت شول. د پاکستان تحریک انصاف د جعلي مېنډېټ پرده هم دې نتیجو سره وشلېده. د دې مفروضې حقیقت نه هم انکار نۀ شي کېدے چې ګنې پنځوس ورځني حکومت کښې د پي ټي اٰئي ټولې لاپې دروغ وختې او اولس د پي ټي اٰئي پۀ ضد خپله رایه استعمال کړه ـــ خو ایا د پي ټي اٰئي تېر پینځۀ کلنه کارکردګي اولس لیدلې نۀ وه؟ بې شکه لیدلې ئې هم وه او د پي ټي اٰئي ټوله تبدیلي ئې هم مسترد کړې وه خو د پاکستان زورورو د خپلو پالیسیو مخ پۀ وړاندې بوتلو د پاره یو ربړ سټامپ حکومت غوښتلو او دغه اٰپشن د عمران خان غوندې سړي نه بغېر ممکن نۀ ؤ چې د کټ سر ته یوه خبره کوي او د کټ پیاړمې ته بله خبره کوي. عمران خان نن هم نفسیاتي طور پۀ کنټېنر ناست دے او کۀ څۀ وخت هم د پاکستان زورورو وغوښتله نو داسې بلها اخلاقي او مالي کېسونه شته چې د وزارت عظمٰي کرسۍ خو څۀ چې ورپسې به د کنټېنر نه هم چورلټ راکوز کړے شي.

    پېښور نه د شهید هارون بلور د مېرمن ثمر بلور بریالیتوب د دهشت ګرد بیانیې شکست دے. دې سره دا خبره پۀ ډاګه شوه چې کۀ پاکستان کښې د زورورو ادارو او محکمو دننه د دهشت ګردۍ د بیانیې پټه خولۀ مرستیال هم ناست دي خو اولس د دغه بیانیې نه وېزاره دے. هارون بلور د خپل پلار شهید بشیر بلور او د عوامي نېشنل پارټۍ د یوولس سوه نه د زیاتو شهیدانو پۀ لار شهید کړے شوے ؤ او اولس د ریاست د پراپېګنډې مقابل د شهیدانو د وینې سره ودرېد. د پښتنو پۀ خاوره د امن ضمانت هم دا رویه ده چې کله مونږ هر شهید خپله وینه وګڼو او د دغه وینې پۀ ننګ ودرېږو.

    مونږ د اپوزیشن جماعتونو مننه کوو چې د مېرمن ثمر بلور مقابله کښې ئې خپل امیدواران دستبردار کړل. دا وخت هم د پاکستان د اسټېبلشمنټ تقسیم شوے ذهنیت مخې ته ودرېدو او د دغه کنفیوژن لۀ مخه ئې د مېرمن ثمر بلور مقابله کښې خپل کس ودرولو )مونږ پوره ذمه وارۍ سره دا خبره کوو چې د مېرمن ثمر بلور مقابله کښې ولاړ کاندید د اسټېبلشمنټ ؤ(. د وزیر اعليٰ ضلع کښې دوه صوبائي حلقې او د ګورنر د حلقې بائیللو نه ثابتېږي چې تبدیلي سره د خپلو دعوو پۀ څو ورځو کښې ډانډت شوه.

    پۀ خېبر پښتونخوا کښې د تحریک انصاف حکومت د پښتونخوا د اولس د رایې سره د خیانت نتیجه ده. اسمبلۍ کښې د سیاسي ګوندونو دا ذمه واري جوړېږي چې پۀ بهرپور انداز کښې د حکومت نګراني وکړي او د هرې داسې فېصلې مزاحمت وکړي چې د صوبې د لا مالیاتي، مدني او انتظامي زوال سبب جوړېږي. راروان اتم اېن اېف سي اېوارډ د پاره باید کلکولېشنز وشي. د پاکستان تحریک انصاف دا بهانه اوس نۀ چلېږي چې ګنې مرکز کښې مخالف حکومت دے او ځکه د خېبر پښتونخوا حقوق او واجبات لاس ته راوړل ګران دي. اسمبلۍ کښې د عوامي نېشنل پارټۍ د پارلېماني لیډر وېنا نه څرګندېږي چې اسمبلۍ کښې د ګوند نمائندګان پۀ زړۀ ورۍ سره د خپل انتخابي منشور مطابق د صوبې د مسئلو حل کولو د پاره خپل پارلېماني کردار ادا کوي. د دغه نمائندګانو پۀ اسمبلۍ کښې شوي تقریرونه او وړاندې کړي قراردادونه ښائي چې دا یو درځن پۀ حکومتي سرونو درانۀ دي. مونږ د خېبر پښتونخوا نوو منتخب شوو غږونو ته پۀ اسمبلۍ کښې تګ باندې مبارکي وایو او هیله ترې لرو چې هغوي به خپل مثبت کردار ادا کوي.

    د پاکستان متعلقه خبرونو کښې د پاکستان انتشار

    د نېب او عدالت ډانګورۍ د ریاستي عدلیې، سیاسي احتساب کمېشن او پالیسي ساز فوځ د وزیراعظم پۀ شا پوره استحکام سره ولاړې دي ـــ د پاکپتن د ډي پي او او د اسلام اباد د اٰئي جي پۀ حواله ښاغلي چیف جسټس د دې ریا کوشش وکړو چې ګنې زۀ قلار نۀ یم ناست، خو پۀ تېر حکومت کښې چې څنګه معزول شوے وزیر اعظم او د هغۀ د کابینې غړي او وزیران عدالت ته رابللے کېدل، هغه نۀ تکرارېږي، بلکې بني ګاله ریګولرائز کولو کښې هم فقط فلمي ډائیلاګونه وچلېدل. البته بیا هم ښاغلي جسټس شوکت صدیقي د خپل خطاب قیمت وصول کړو او دې سره فرق واضح شو چې یو څوک څۀ خبره کوي نو عدالتي فېصلې انحصار د خبرې پۀ نوعیت وي. د اېوي شکارف پۀ رپورټ د اسرائیلي جهاز پاکستان کښې د کوزېدو د خبر هم د اسامه بن لادن د موجودګۍ د خبر غوندې تردید وکړے شو. شهباز شریف ګرفتار کړے شو. د نواز شریف سزا معطل کړې شوه. اٰصف زرداري حکومت ته د پینځۀ کالو د پاره د تعاون وړاندیز وکړو. انګلېنډ کښې ډي جي اٰئي اېس پي اٰر ووئیل چې انتخابات راڼۀ او ډاګیز وو او هغوي پکښې مداخلت نۀ دے کړے. د جمال خشوګي پۀ مرګ خو د پاکستان لۀ خوا د خبرې نۀ کولو وجه معلومه ده. سعودي عرب حکومت درې اربه روپۍ ورکړې، درې اربه ئې ورله ډېپازټ کښې کېښودې، د درې اربو تېل به پۀ مؤخر ادائیګۍ ورکوي. دوبۍ هم د مرستې وړاندیز کړے دے. چین ته روان دے. اٰئي اېم سره خبره نزدې ده ــــ پۀ روزانه بنیاد چې د شپږ اربه روپیو د کرپشن خبره کېدله، هغه شپږ اربه اوس چرته ځي؟ پۀ سوېس بېنکونو کښې چې دوه سوه اربه ډالرې وې، هغه ډالرو پسې ولې دورې نۀ کېږي او نوې قرضې غوښتلې کېږي؟ د ‘اېف ټي اے اېف’ پۀ نزد لا پاکستان د ګڼکپ ریاستونو فهرست نه وتلو د پاره اقدامات نۀ دي اخستي. د سلمان تاثیر کلیزه او د اٰسیه بي بي د مقدمې فېصله غبرګ راروان دي.

    پېښور کښې د پوهنتون دننه پۀ طالب علمانو بد ترین تشدد، مقدمې او د صوبائي حکومت سر زوري. د صوبائي حکومت سره بې د دې بل څۀ خبر نشته چې د هر خالي پۀ ورځ د ګورنر هاوس د سېلګرو تصویرونه جاري کړي. ‘فاټا ټرېبونل’ کښې د ځوړندو کېسونو حل څۀ دے؟ صوبائي بجټ کښې نوې ضلعې ولې نظر انداز کړې شوې؟ د صوبو برخې نه درې فیصده کټوتي ولې کېږي؟ د صوبې د ورځ پۀ ورځ زیاتېدونکي ‘تهرو فارورډ’ باوجود ولې د سیاسي مقاصدو د پاره د نوو منصوبو اعلانونه کېږي؟ پۀ نوې شاملو شوو ضلعو کښې سول انتظامیې ته ولې لاره نۀ هوارولې کېږي؟ وزیر اعليٰ ولې پۀ ډانګ ډولۍ سوات نه ګاډي ته وخېژولے شو؟ نور خبرونه به پرېږدو!!!

    د اپوزیشن ګوندونو د اٰل پارټيز کانفرنس رابللو د پاره مولانا فضل الرحمان د خپلو رابطو سلسله کښې ولي باغ ته راتلو سره د رائیونډ او بلاول هاوس دوره هم کړې ده. نزدې ده چې دغه کانفرنس وشي او د اپوزیشن ګوندونو یوه شریکه تګلاره هم مخې ته راشي. ملک نور د زورورو قوتونو پۀ لاسونو کښې د یرغمال پرېښودو پۀ ځاے باید سیاسي ګوندونه یو غوڅ اقدام پورته کړي. د ملک خارجه پالیسي ګاڼه او داخلي پالیسي ړنده ده. ریاست د اداره جاتي مفادو پۀ نتیجه کښې اولس د بد امنۍ، ګرانۍ او سپکاوي سره مخ کړے دے.

    د پاکستان متعلقه خبرونو کښې د پاکستان ټول انتشار پۀ نظر راځي. د یوې حادثې پۀ خبر د بلې حادثې د خبر خاورې بادولې کېږي خو دا کله هم نۀ تسلیمېږي چې اوس باید د حادثو مونډ ویستلو د پاره سنجیده ګامونه د یوې متفقه جامع منصوبه بندۍ پس وشي. دلته نېشنل اېکشن پلان پۀ فوځي عدالتونو کښې د پهانسۍ د سزا توثیق پورې راکونج شي ــــ دلته معاشي او اقتصادي پالیسۍ د خېراتونو او قرضونو د راغونډولو د صلاحیت پورې راغونډې شي او دلته د هر سیاسي فشار منځ نه وړو د پاره د انتهاپسندۍ او دهشتګردۍ د واقعاتو فلم وچلولے شي. سیاسي ګوندونه ځانونه د پړ کولو پۀ ځاے باید د غېر سیاسي قوتونو د مداخلت مخه ونیسي.