Author: Siddiq Nangyal

  • اجمل خټک؛ يو نظرياتي قومي شاعر – پروفېسر ډاکټر يار محمد مغموم خټک

    اجمل خټک؛ يو نظرياتي قومي شاعر – پروفېسر ډاکټر يار محمد مغموم خټک

    ډېر لږ شاعران داسې وي چې د فکر او جذبې ترمېنځه ئې يو معقول تناسب موجود وي. ځنې شاعران د فکر او جذبې تر حده لوے شاعران وي خو پۀ فني لحاظ ئې شاعرۍ ته رفعت نۀ وي حاصل، بيا ځنې داسې شاعران هم وي چې پۀ شاعرۍ کښې ئې فکري، جذباتي او فني ټول محاسن موجود وي خو ذاتي کردار او شخصيت ئې د ستائيلو جوګه نۀ وي. د هغوي د شخصي کردار ناولي اړخونه د هغوي شاعرانه عظمت ته لوے نقصان رسوي. اجمل خټک زمونږ د دور هغه واحد شاعر دے چې د شاعرانه عظمت سره سره ورته خداے پاک هغه شخصي کردار او خويونه ورکړي وو چې پۀ هر چا ګران او د اکثرو خلقو خوښ شاعر وو، دے پۀ فطري طور د اولس د ځپليو غړيو پۀ درد دردېدلے او د هغوي همدرد ؤ. دے چې لا ماشوم ؤ، د شپږم جماعت طالب علم ؤ، د هغۀ وخت يو غزل ئې پۀ “پښتون” رساله کښې چاپ شوے ؤ، د دغه غزل نه ه د دوي د داخلي درد څرګندونه کېږي، دغه درد چې دوي د پېدا کېدو سره د ځان سره راوړے ؤ، د ژوند تر اخره د دوي سره ملګرے ؤ. دغه درد د دوي پۀ عام ژوند کښې هم څرګند ښکارېدۀ، د دوي پۀ سياسي ژوند کښې هم ليدے شۀ او د دوي پۀ ټولو تخليقاتو کښې هم ښکاره پۀ نظر راځي، د دغه درد سره سره دے د پښتون د اتحاد غم هم لېونے کړے ؤ، کله چې د دغه غم پۀ نتيجه کښې دے د جېل د تورو تمبو شاته لاړه نو هم د دغه غم پۀ ګناه د “پاګل” پۀ نوم مشهور ؤ، دوي چې د قېد او بند کوم روداد “دا زۀ پاګل وم” کتاب پۀ شکل کښې بيان کړے دے نو هلته ئې هم د پښتون د اتحاد غم ژړوي، دوي د ظلم او استبداد د اوږدې قيصې تر څنګ دا نعره پورته کړې ده چې:

    زما د لوے کور انغرے دې جوړ شي

    خېردے کۀ پاتې زما څلے نۀ شي

    د دغه لوے کور د نغري د جوړولو پۀ فکر کښې د دۀ د کور نغرے تل سوړ پاتې شوے دے، د دۀ ماشومان او د کور نور بنديان همېشه نهر پاتې شوي دي خو د پښتون د اتحاد غم ترې نه هېر شوے نۀ دے.

    دغه درد او غم چې ما ورته اشاره وکړه د دوي پۀ نور کلام کښې عموماً خو د دوي پۀ نظم کښې خصوصاً پۀ ډېر خلوص او شدت سره ځاے نيولے او د دوي نظم ته ئې يو لازوال عظمت بخښلے دے، د دوي پۀ شاعرۍ کښې کۀ څۀ هم د روماني فکرونو کمے هم نشته خو د خپل ځپلي اولس د روڼ سبا فکر او د دغه روڼ سبا د غصب کوونکيو د ظلم قيصې د دے نظم ته يو داسې انفراديت ورکړے دے د کوم پۀ وجه چې دوي د “باباے نظم” پۀ دروند نوم نمانځلے شوے دے.

    خټک صېب کۀ څۀ هم د غزل او قطعو وغېره پۀ صنفونو کښې هم شاعري کړې ده خو دے پۀ بنيادي طور د نظم شاعر دے، دوي د نظم صنف ځکه منتخب کړے ؤ چې د خپل اولس سماجي، قومي او سياسي مسئلې د نظم نه بغېر پۀ بل صنف کښې نۀ شوې بيانېدے. غزل د داخلي احساساتو او مشاهدو بيانولو د پاره موزون صنف دے، د خټک صېب د ژوند ټولو وارداتو د داخل پۀ مقابله کښې د خارجي دنيا سره تعلق لرلو، دغه خارجي واردات دوي دومره پۀ جذباتي انداز کښې بيان کړي دي او د خطاب دپاره ئې دومره موثره ژبه استعمال کړې ده چې پۀ لوستونکي غوني زيږ کړي، مثلاً پۀ “پېغله” نومې نظم کښې چې دوي د خپل شهيد ورور پۀ څلي د خور له اړخه د ګلونو غوړولو د پاره د پېغلې خور کومه نقشه راکښلې ده، دغه نقشه د هرې پښتنې خور نقشه ده او هره پښتنه د شهيد څلے د خپل ورور څلے ګڼي، ځکه چې د ازادۍ پۀ جنګ کښې د ډېرو پښتنو خوېندو وروڼه د ازادۍ له ناوې ځار شوي دي او ډېرو خوېندو ئې خپل ارمانونه د ګلونو پۀ شکل کښې د دوي پۀ قبرونو شيندلي، قبر ئې د خپلو ارمانونو څلے ګڼلے دے. د دغه نظم انداز دومره روماني او د درد نه ډک دے چې د سخت نه سخت زړۀ لرونکے لوستونکے ئې هم پۀ وئيلو اوښکې تويوي، زۀ چې کله هم دا نظم لولم نو سر ته ئې نۀ شم رسولے، پۀ مېنځ مېنځ کښې مې غريو ونيسي او نيمګړے رانه پاتې شي، د دې نه دې هر لوستونکے پۀ خپله اندازه ولګوي چې د دې نه زيات د يو نظم نور څۀ اثر کېدے شي؟ د دې نظم ابتدا داسې کېږي:

    هلته د نمر وړومبنۍ څېره راخته ښکارېده

    دلته له باغه پلوشه چې راوته ښکارېده

    د ۳۲ شعرونو د مثنوي پۀ طرز دې نظم کښې افسانوي رنګ اختيار شوے دے، لوستونکے د ځان سره پۀ مخه بيايي، اخره خاتمه ئې پۀ دې شعرونو کېږي:

    ما وې چې چغه به کړي ژاړي به تراخۀ به وائي

    زړۀ پۀ درزا شۀ چې خولۀ پرانيزي نو څۀ به وائي

    پېغلې ګلونه پۀ سينه قطارول قبر ته

    په ډډ اواز ئې دا څو ټکي اورول قبر ته

    شهيده! خور دې پۀ ګولو سوري ټټر نه قربان

    چې پرې اسونه دنګېدلي هغه سر نه قربان

    خدايه! سپرلے کړې چې دا سرې وينې ګلونه شي بيا

    د خوېندو مېندو لوپټې سرۀ نشانونه شي بيا

    د يو اعلٰي مقصد لرلو سره سره چې پۀ دې نظم کښې د کوم شاعرانه فن مظاهره شوې ده، د هغۀ کۀ هر څومره ستاينه وشي کمه ده، د هر يو لفظ نه درد او ارمان څاڅي، د هر درد او ارمان پۀ شا د دردېدلي اجمل د زړۀ شور محسوسېږي.

    د اجمل خټک د هر نظم پۀ شا هم دغه جذبه غځونې کوي، کومه چې پۀ دې نظم کښې بيان شوې ده، د هغوي پۀ سترګو کښې د ټولو دردمندو انسانانو درد غړېږي، د هغوي زړۀ د بې وسه او مظلومو انسانانو پۀ درد دردېږي، هغوي د ظلم او جبر خلاف پۀ جار دا اعلان کوي:

    چې نشه د استبداد لري پۀ سر کښې

    ماته يو دے کۀ مغل دے کۀ افغان

    هغوي د استبداد او ظلم خلاف دغه جنګ پۀ هره موقعه او هر دور کښې ژوندے ساتلے دے، د ظلم خلاف اواز د هغوي څۀ وقتي، هنګامي او سياسي نعره نه بلکې دا د هغوي د زړۀ د تل نه راوتلے اواز او د هغوي د فطرت برخه وه، د دنيا پۀ هر ګوټ کښې چې د مظلوم سره ظلم شوے دے او د بې وسه انسانانو د ژوند بنيادي حقونه سلب شوي دي نو اجمل خټک د دغه ظلم خلاف اواز پورته کړے دے، د دوي پۀ شاعرۍ کښې د حق د مرستې او د باطل د مخالفت رجحان دومره قوي دے چې د دې پۀ پېروۍ کښې د دغه قسم شاعرۍ او د دغه قسم فکر يو منفرد شاعرانه او فکري مکتب پۀ وجود کښې راغلے دے. خټک صېب د دغه مکتب سرخېل دے، زۀ پۀ دې موقعه د دغه مکتب کړۀ وړۀ پۀ تفصيل سره نۀ شم بيانولے خو دومره وايم چې پۀ معاشره کښې د عدل او انصاف پۀ بنياد د يو نظام قيام، د مظلوم وګړو د حقونو د پاره غږ پورته کول، د ظالم ظلمونه پۀ ګوته کول او د هغې مخ نيوے کول او د دې ټولو خبرو د پاره يو جذباتي او موثر انداز اختيارول د دې مکتب ښکاره خصوصيات دي. ورسره ورسره د دې ټولو مقاصدو د حصول د پاره قومي اتحاد او د پښتنو ورورولي د دې مکتب يو اهم جُز دے، پۀ دغه لار زمونږ ډېرو شاعرانو مزل کړے دے او تر څو چې دا لار اباده وي تر هغې پورې به د خټک صېب نوم ژوندے وي، خداے دې وکړي چې دغه لار د تل د پاره اباده او د اجمل صېب نوم د همېشه دپاره ژوندے وي.

    اجمل خټک چې د کومو وګړو د حقونو د پاره قلم او اواز پورته کړے دے، دے پۀ خپله پۀ دغه وګړو کښې شامل ؤ، دۀ د تريخ ژوند ټول تراخۀ پۀ عملي طور ليدلي او زغملي وو، دے د دغه لارې د ټولو ازغو نه خبر ؤ، د دغه ازغو د زغملو پۀ نتيجه کښې د درد د اذيت نه واقف ؤ او ځکه د دۀ پۀ شاعرۍ کښې د دغو مقاصدو چې ما ئې ذکر وکړو، بيان او وېره نۀ معلومېږي بلکې د زړۀ پۀ وينو لړلې هغه دردانې ښکاري چې سړے ئې پۀ ديدن نۀ مړېږي، دۀ ته د دې ټولو خبرو احساس دے او ځکه پۀ يوه موقعه وايي:

    ښۀ خو غني خان دے چې خُم تش کړي نو شعر وليکي

    خوار خټک ته ګوره چې نظمونه پۀ اوبو ليکي

    د محترم اجمل د شاعرۍ يو بل ډېر اهم خصوصيت دا دے چې د دۀ مقصد واضح دے، د خپل مقصد پۀ نخښه رسا ګوزارونه کوي، دغه ګوزارونه چرته هم خطا نۀ ځي، دے چونکې د اولس د هر درد، هر غم او هرې خوشحالۍ پۀ حقله پوخ شعور لري نو ځکه د اولس د زړۀ خبره پۀ اولسي لهجه کښې د بيانولو چل ورځي، دے د خپل اواز سره نور اوازونه ملګري کوي، د دۀ اواز پۀ دشت کښې ختلې چغه نۀ وي چې د خولې نه راوخېژي او ورکه شي، د دۀ اواز اولس ته رسي، اولس ئې پۀ زړۀ کښې ځاے کړي او محفوظ ئې کړي. دے د خپل مقصد بيانولو د پاره ډوبې او مشکلې فلسفې پکار نۀ راولي، خبره پۀ ساده او سپېځلي انداز کښې کوي خو يوه خبره ده چې د خپلې خبرې دپاره چې دے د ټکو کوم انتخاب کوي او ورسره کوم جذباتي انداز اختياروي، د لفظونو دغه انتخاب او جذباتي انداز بيان ما تر اوسه د بل شاعر پۀ شاعرۍ کښې نۀ دے ليدلے، دے د خپل مقصد د پاره ډېر ساده او زړۀ راکښونکي علامتونه استعمالوي، يوه داسې استعاراتي پېرايه استعمالوي چې لوستونکي پرې پۀ اسانه پوهېږي او د رنګينو ټکو او پُرخلوص انداز پۀ وجه ترې خوند اخلي، مثلاً دے سپرلے ټکے د خوشحالۍ او سوکالۍ پۀ معنو کښې اخلي او ورسره پۀ مختلفو رنګونو کښې د اولس امېدونه تړي، دے د سپرلي پۀ موضوع ليکلي نظم کښې وايي:

    کۀ پۀ يو ګُټ کښې يوه څانګه ټوله ګل شي نو څۀ

    سپرلے هغه چې هم پۀ ګل او هم پۀ خار راشي

    د يو غوټۍ نيمې خندا ته څوک سپرلے نۀ وايي

    سپرلے هغه چې ناقلارو ته قرار راشي

    د باغيچې د څو ګلونو پۀ خندا څۀ راغله

    چې هر طرف ته سوي زړونه پۀ چغار راشي

    ما اورېدل دا نۀ پۀ خاور پټېده وئيل يې

    مونږ به هم وخاندو پۀ مونږه به هم وار راشي

    هم دغه د سپرلي علامت او استعاره پۀ بل ځاے کښې داسې استعمالوي:

    سمسورو څانګو کښې چې جونه زنګېدلې نۀ وي

    دا څۀ سپرلے دے

    پۀ شړشمي کښې چې پېغلوټې ګډېدلې نۀ وي

    دا څۀ سپرلے دے

    د مستې ول پۀ ول اوربل چې پۀ اوږو نۀ شي خور

    چې سور ګلے د تورو څڼو پۀ کمڅو نۀ شي خور

    دا څۀ سپرلے دے

    پۀ شنه چينه چې د منګو ژغاختلې نۀ وي

    د ساګ پۀ پولو چې جينوټي تاوېدلي نۀ وي

    د چا بنګړي چې پۀ پټو کښې شڼلي نۀ وي

    چې باباګان ئې پۀ خندا رالړزولي نۀ وي

    دا څۀ سپرلے دے

    د خټک صېب د شاعرۍ کومو خصوصياتو ته چې ما پۀ دې مختصر مضمون کښې اشارې وکړې د هغې د ثبوت د پاره مې دا يو څو نمونې وړاندې کړې. زۀ يو څو نورې نمونې وړاندې کوم چې زما د دعوو تصديق وشي.

    وخت بې وخته يو وږمه چرته نه راشي

    ترې پېدا زما پۀ مات وزر کښې سا شي

    معلومېږي چې زما بڼې الوځي

    ترې نه مخکښې به يو نوے ژوند پېدا شي

    پۀ زمانه يو څو غټان قابض دي

    خدايه! پۀ تا رانه مُليان قابض دي

    غريب ته سڼ د خولې ويستل کفر دے

    پۀ خدائۍ غټ غټ انسانان قابض دي

    اے زمانې! ستا رنګينو ته سلام

    د ستا خوږو د ستا ترخو ته سلام

    بس دے ستا زړۀ کښې يو طوفان جوړوم

    ځان ته د ځان غوندې جهان جوړوم

    چې د ورورۍ او عدالت جهان وي

    چې بس د مينې محبت جهان وي

    چې تازه لوړ انسانيت وي پۀ کښې

    چې هر خوا خوږ جمهوريت وي پۀ کښې

    اے زمانې د ستا تيرو ته سلام

    کۀ څۀ هم اجمل خټک ډېرې غزلې هم ليکلي دي او پۀ خپل مخصوص انداز کښې ئې د روماني خيالاتو اظهار کړے دے خو هغه پۀ بنيادي توګه د نظم شاعر ؤ، هغوي به پۀ خپله هم د دې حقيقت اعتراف کولو چې زۀ د غزل شاعر نه د نظم شاعر يم، او چې رښتيا خبره وي هغوي چې دنيا ته کوم افاقي پېغام ورکول غوښتل دغه پېغام د غزل پۀ تنګه جولۍ کښې نۀ ځائيده، د دې د پاره د نظم وسيعه او فراخه پېرايه پکار وه، دې کښې شک نشته چې هغوي د نظم پۀ ژبه خپل پېغام پۀ ډېره موثره توګه خپل اولس ته ورسولو، د هغوي د نظم پۀ ٰائينه کښې کۀ يو خوا د هغوي خپل صاف او سپېځلے ژوند څرګند ښکاري نو بل خوا پۀ کښې د دوي د دردېدلي ژوند سره خوا پۀ خوا د ټولو بې وسو خلقو دردونه او اسوېلي هم صفا پۀ نظر راځي. ما د خټک صېب د وفات نه يو څو ورځې مخکښې پۀ دوي يو نظم ليکلے ؤ چې پۀ “ليکوال” مجله کښې چاپ شوے ؤ، د دغه نظم پۀ يو څو شعرونو دا خپل مضمون سر ته رسوم.

    د مينې د خلوص د وفا کور اجمل خټک دے

    د پېغلو د زلمو د سترګو تور اجمل خټک دے

    د جبر پۀ تيارو کښې چې څاري د رڼا لارې

    بدنام پۀ دغه داغ پۀ دغه تور اجمل خټک دے

    د ټکو سمندر دے د جذباتو اباسين دے

    دے ډوب چرته پۀ فکر چرته شور اجمل خټک دے

    د فکر او د فن ئې تذکرې پۀ لر او بر شي

    د ټولې پښتونخوا پۀ فکر خور اجمل خټک دے

    سندرې د رومان ئې جوړوي پۀ زړۀ کښې لارې

    شاعر د انقلاب کۀ پۀ بل لور اجمل خټک دے

    (د پام وړ: دا مضمون محترم پروفېسر ډاکټر يار محمد مغموم خټک څو کلونه وړاندې د “پښتون” مجلې لپاره ليکلے ؤ چې پۀ ډېر درناوي چاپ شوے ؤ. دې مضمون کښې کۀ يو خوا د اجمل خټک بابا پۀ شاعرۍ يوه پۀ زړۀ پورې تبصره شوې نو بلخوا پۀ کښې د مغموم صېب د ليکنې خواږۀ هم پاشلے شوي دي. دا ليکنه ضرورت لري چې بيا بيا چاپ شي او ځکه ئې “پښتون” يو ځل بيا د اجمل بابا د دولسم تلين پۀ موقع خپلو لوستونکيو ته وړاندې کوي).

  • اجمل خټک؛ يو نظرياتي قومي شاعر – پروفېسر ډاکټر يار محمد مغموم خټک

    اجمل خټک؛ يو نظرياتي قومي شاعر – پروفېسر ډاکټر يار محمد مغموم خټک

    ډېر لږ شاعران داسې وي چې د فکر او جذبې ترمېنځه ئې يو معقول تناسب موجود وي. ځنې شاعران د فکر او جذبې تر حده لوے شاعران وي خو پۀ فني لحاظ ئې شاعرۍ ته رفعت نۀ وي حاصل، بيا ځنې داسې شاعران هم وي چې پۀ شاعرۍ کښې ئې فکري، جذباتي او فني ټول محاسن موجود وي خو ذاتي کردار او شخصيت ئې د ستائيلو جوګه نۀ وي. د هغوي د شخصي کردار ناولي اړخونه د هغوي شاعرانه عظمت ته لوے نقصان رسوي. اجمل خټک زمونږ د دور هغه واحد شاعر دے چې د شاعرانه عظمت سره سره ورته خداے پاک هغه شخصي کردار او خويونه ورکړي وو چې پۀ هر چا ګران او د اکثرو خلقو خوښ شاعر وو، دے پۀ فطري طور د اولس د ځپليو غړيو پۀ درد دردېدلے او د هغوي همدرد ؤ. دے چې لا ماشوم ؤ، د شپږم جماعت طالب علم ؤ، د هغۀ وخت يو غزل ئې پۀ “پښتون” رساله کښې چاپ شوے ؤ، د دغه غزل نه ه د دوي د داخلي درد څرګندونه کېږي، دغه درد چې دوي د پېدا کېدو سره د ځان سره راوړے ؤ، د ژوند تر اخره د دوي سره ملګرے ؤ. دغه درد د دوي پۀ عام ژوند کښې هم څرګند ښکارېدۀ، د دوي پۀ سياسي ژوند کښې هم ليدے شۀ او د دوي پۀ ټولو تخليقاتو کښې هم ښکاره پۀ نظر راځي، د دغه درد سره سره دے د پښتون د اتحاد غم هم لېونے کړے ؤ، کله چې د دغه غم پۀ نتيجه کښې دے د جېل د تورو تمبو شاته لاړه نو هم د دغه غم پۀ ګناه د “پاګل” پۀ نوم مشهور ؤ، دوي چې د قېد او بند کوم روداد “دا زۀ پاګل وم” کتاب پۀ شکل کښې بيان کړے دے نو هلته ئې هم د پښتون د اتحاد غم ژړوي، دوي د ظلم او استبداد د اوږدې قيصې تر څنګ دا نعره پورته کړې ده چې:

    زما د لوے کور انغرے دې جوړ شي

    خېردے کۀ پاتې زما څلے نۀ شي

    د دغه لوے کور د نغري د جوړولو پۀ فکر کښې د دۀ د کور نغرے تل سوړ پاتې شوے دے، د دۀ ماشومان او د کور نور بنديان همېشه نهر پاتې شوي دي خو د پښتون د اتحاد غم ترې نه هېر شوے نۀ دے.

    دغه درد او غم چې ما ورته اشاره وکړه د دوي پۀ نور کلام کښې عموماً خو د دوي پۀ نظم کښې خصوصاً پۀ ډېر خلوص او شدت سره ځاے نيولے او د دوي نظم ته ئې يو لازوال عظمت بخښلے دے، د دوي پۀ شاعرۍ کښې کۀ څۀ هم د روماني فکرونو کمے هم نشته خو د خپل ځپلي اولس د روڼ سبا فکر او د دغه روڼ سبا د غصب کوونکيو د ظلم قيصې د دے نظم ته يو داسې انفراديت ورکړے دے د کوم پۀ وجه چې دوي د “باباے نظم” پۀ دروند نوم نمانځلے شوے دے.

    خټک صېب کۀ څۀ هم د غزل او قطعو وغېره پۀ صنفونو کښې هم شاعري کړې ده خو دے پۀ بنيادي طور د نظم شاعر دے، دوي د نظم صنف ځکه منتخب کړے ؤ چې د خپل اولس سماجي، قومي او سياسي مسئلې د نظم نه بغېر پۀ بل صنف کښې نۀ شوې بيانېدے. غزل د داخلي احساساتو او مشاهدو بيانولو د پاره موزون صنف دے، د خټک صېب د ژوند ټولو وارداتو د داخل پۀ مقابله کښې د خارجي دنيا سره تعلق لرلو، دغه خارجي واردات دوي دومره پۀ جذباتي انداز کښې بيان کړي دي او د خطاب دپاره ئې دومره موثره ژبه استعمال کړې ده چې پۀ لوستونکي غوني زيږ کړي، مثلاً پۀ “پېغله” نومې نظم کښې چې دوي د خپل شهيد ورور پۀ څلي د خور له اړخه د ګلونو غوړولو د پاره د پېغلې خور کومه نقشه راکښلې ده، دغه نقشه د هرې پښتنې خور نقشه ده او هره پښتنه د شهيد څلے د خپل ورور څلے ګڼي، ځکه چې د ازادۍ پۀ جنګ کښې د ډېرو پښتنو خوېندو وروڼه د ازادۍ له ناوې ځار شوي دي او ډېرو خوېندو ئې خپل ارمانونه د ګلونو پۀ شکل کښې د دوي پۀ قبرونو شيندلي، قبر ئې د خپلو ارمانونو څلے ګڼلے دے. د دغه نظم انداز دومره روماني او د درد نه ډک دے چې د سخت نه سخت زړۀ لرونکے لوستونکے ئې هم پۀ وئيلو اوښکې تويوي، زۀ چې کله هم دا نظم لولم نو سر ته ئې نۀ شم رسولے، پۀ مېنځ مېنځ کښې مې غريو ونيسي او نيمګړے رانه پاتې شي، د دې نه دې هر لوستونکے پۀ خپله اندازه ولګوي چې د دې نه زيات د يو نظم نور څۀ اثر کېدے شي؟ د دې نظم ابتدا داسې کېږي:

    هلته د نمر وړومبنۍ څېره راخته ښکارېده

    دلته له باغه پلوشه چې راوته ښکارېده

    د ۳۲ شعرونو د مثنوي پۀ طرز دې نظم کښې افسانوي رنګ اختيار شوے دے، لوستونکے د ځان سره پۀ مخه بيايي، اخره خاتمه ئې پۀ دې شعرونو کېږي:

    ما وې چې چغه به کړي ژاړي به تراخۀ به وائي

    زړۀ پۀ درزا شۀ چې خولۀ پرانيزي نو څۀ به وائي

    پېغلې ګلونه پۀ سينه قطارول قبر ته

    په ډډ اواز ئې دا څو ټکي اورول قبر ته

    شهيده! خور دې پۀ ګولو سوري ټټر نه قربان

    چې پرې اسونه دنګېدلي هغه سر نه قربان

    خدايه! سپرلے کړې چې دا سرې وينې ګلونه شي بيا

    د خوېندو مېندو لوپټې سرۀ نشانونه شي بيا

    د يو اعلٰي مقصد لرلو سره سره چې پۀ دې نظم کښې د کوم شاعرانه فن مظاهره شوې ده، د هغۀ کۀ هر څومره ستاينه وشي کمه ده، د هر يو لفظ نه درد او ارمان څاڅي، د هر درد او ارمان پۀ شا د دردېدلي اجمل د زړۀ شور محسوسېږي.

    د اجمل خټک د هر نظم پۀ شا هم دغه جذبه غځونې کوي، کومه چې پۀ دې نظم کښې بيان شوې ده، د هغوي پۀ سترګو کښې د ټولو دردمندو انسانانو درد غړېږي، د هغوي زړۀ د بې وسه او مظلومو انسانانو پۀ درد دردېږي، هغوي د ظلم او جبر خلاف پۀ جار دا اعلان کوي:

    چې نشه د استبداد لري پۀ سر کښې

    ماته يو دے کۀ مغل دے کۀ افغان

    هغوي د استبداد او ظلم خلاف دغه جنګ پۀ هره موقعه او هر دور کښې ژوندے ساتلے دے، د ظلم خلاف اواز د هغوي څۀ وقتي، هنګامي او سياسي نعره نه بلکې دا د هغوي د زړۀ د تل نه راوتلے اواز او د هغوي د فطرت برخه وه، د دنيا پۀ هر ګوټ کښې چې د مظلوم سره ظلم شوے دے او د بې وسه انسانانو د ژوند بنيادي حقونه سلب شوي دي نو اجمل خټک د دغه ظلم خلاف اواز پورته کړے دے، د دوي پۀ شاعرۍ کښې د حق د مرستې او د باطل د مخالفت رجحان دومره قوي دے چې د دې پۀ پېروۍ کښې د دغه قسم شاعرۍ او د دغه قسم فکر يو منفرد شاعرانه او فکري مکتب پۀ وجود کښې راغلے دے. خټک صېب د دغه مکتب سرخېل دے، زۀ پۀ دې موقعه د دغه مکتب کړۀ وړۀ پۀ تفصيل سره نۀ شم بيانولے خو دومره وايم چې پۀ معاشره کښې د عدل او انصاف پۀ بنياد د يو نظام قيام، د مظلوم وګړو د حقونو د پاره غږ پورته کول، د ظالم ظلمونه پۀ ګوته کول او د هغې مخ نيوے کول او د دې ټولو خبرو د پاره يو جذباتي او موثر انداز اختيارول د دې مکتب ښکاره خصوصيات دي. ورسره ورسره د دې ټولو مقاصدو د حصول د پاره قومي اتحاد او د پښتنو ورورولي د دې مکتب يو اهم جُز دے، پۀ دغه لار زمونږ ډېرو شاعرانو مزل کړے دے او تر څو چې دا لار اباده وي تر هغې پورې به د خټک صېب نوم ژوندے وي، خداے دې وکړي چې دغه لار د تل د پاره اباده او د اجمل صېب نوم د همېشه دپاره ژوندے وي.

    اجمل خټک چې د کومو وګړو د حقونو د پاره قلم او اواز پورته کړے دے، دے پۀ خپله پۀ دغه وګړو کښې شامل ؤ، دۀ د تريخ ژوند ټول تراخۀ پۀ عملي طور ليدلي او زغملي وو، دے د دغه لارې د ټولو ازغو نه خبر ؤ، د دغه ازغو د زغملو پۀ نتيجه کښې د درد د اذيت نه واقف ؤ او ځکه د دۀ پۀ شاعرۍ کښې د دغو مقاصدو چې ما ئې ذکر وکړو، بيان او وېره نۀ معلومېږي بلکې د زړۀ پۀ وينو لړلې هغه دردانې ښکاري چې سړے ئې پۀ ديدن نۀ مړېږي، دۀ ته د دې ټولو خبرو احساس دے او ځکه پۀ يوه موقعه وايي:

    ښۀ خو غني خان دے چې خُم تش کړي نو شعر وليکي

    خوار خټک ته ګوره چې نظمونه پۀ اوبو ليکي

    د محترم اجمل د شاعرۍ يو بل ډېر اهم خصوصيت دا دے چې د دۀ مقصد واضح دے، د خپل مقصد پۀ نخښه رسا ګوزارونه کوي، دغه ګوزارونه چرته هم خطا نۀ ځي، دے چونکې د اولس د هر درد، هر غم او هرې خوشحالۍ پۀ حقله پوخ شعور لري نو ځکه د اولس د زړۀ خبره پۀ اولسي لهجه کښې د بيانولو چل ورځي، دے د خپل اواز سره نور اوازونه ملګري کوي، د دۀ اواز پۀ دشت کښې ختلې چغه نۀ وي چې د خولې نه راوخېژي او ورکه شي، د دۀ اواز اولس ته رسي، اولس ئې پۀ زړۀ کښې ځاے کړي او محفوظ ئې کړي. دے د خپل مقصد بيانولو د پاره ډوبې او مشکلې فلسفې پکار نۀ راولي، خبره پۀ ساده او سپېځلي انداز کښې کوي خو يوه خبره ده چې د خپلې خبرې دپاره چې دے د ټکو کوم انتخاب کوي او ورسره کوم جذباتي انداز اختياروي، د لفظونو دغه انتخاب او جذباتي انداز بيان ما تر اوسه د بل شاعر پۀ شاعرۍ کښې نۀ دے ليدلے، دے د خپل مقصد د پاره ډېر ساده او زړۀ راکښونکي علامتونه استعمالوي، يوه داسې استعاراتي پېرايه استعمالوي چې لوستونکي پرې پۀ اسانه پوهېږي او د رنګينو ټکو او پُرخلوص انداز پۀ وجه ترې خوند اخلي، مثلاً دے سپرلے ټکے د خوشحالۍ او سوکالۍ پۀ معنو کښې اخلي او ورسره پۀ مختلفو رنګونو کښې د اولس امېدونه تړي، دے د سپرلي پۀ موضوع ليکلي نظم کښې وايي:

    کۀ پۀ يو ګُټ کښې يوه څانګه ټوله ګل شي نو څۀ

    سپرلے هغه چې هم پۀ ګل او هم پۀ خار راشي

    د يو غوټۍ نيمې خندا ته څوک سپرلے نۀ وايي

    سپرلے هغه چې ناقلارو ته قرار راشي

    د باغيچې د څو ګلونو پۀ خندا څۀ راغله

    چې هر طرف ته سوي زړونه پۀ چغار راشي

    ما اورېدل دا نۀ پۀ خاور پټېده وئيل يې

    مونږ به هم وخاندو پۀ مونږه به هم وار راشي

    هم دغه د سپرلي علامت او استعاره پۀ بل ځاے کښې داسې استعمالوي:

    سمسورو څانګو کښې چې جونه زنګېدلې نۀ وي

    دا څۀ سپرلے دے

    پۀ شړشمي کښې چې پېغلوټې ګډېدلې نۀ وي

    دا څۀ سپرلے دے

    د مستې ول پۀ ول اوربل چې پۀ اوږو نۀ شي خور

    چې سور ګلے د تورو څڼو پۀ کمڅو نۀ شي خور

    دا څۀ سپرلے دے

    پۀ شنه چينه چې د منګو ژغاختلې نۀ وي

    د ساګ پۀ پولو چې جينوټي تاوېدلي نۀ وي

    د چا بنګړي چې پۀ پټو کښې شڼلي نۀ وي

    چې باباګان ئې پۀ خندا رالړزولي نۀ وي

    دا څۀ سپرلے دے

    د خټک صېب د شاعرۍ کومو خصوصياتو ته چې ما پۀ دې مختصر مضمون کښې اشارې وکړې د هغې د ثبوت د پاره مې دا يو څو نمونې وړاندې کړې. زۀ يو څو نورې نمونې وړاندې کوم چې زما د دعوو تصديق وشي.

    وخت بې وخته يو وږمه چرته نه راشي

    ترې پېدا زما پۀ مات وزر کښې سا شي

    معلومېږي چې زما بڼې الوځي

    ترې نه مخکښې به يو نوے ژوند پېدا شي

    پۀ زمانه يو څو غټان قابض دي

    خدايه! پۀ تا رانه مُليان قابض دي

    غريب ته سڼ د خولې ويستل کفر دے

    پۀ خدائۍ غټ غټ انسانان قابض دي

    اے زمانې! ستا رنګينو ته سلام

    د ستا خوږو د ستا ترخو ته سلام

    بس دے ستا زړۀ کښې يو طوفان جوړوم

    ځان ته د ځان غوندې جهان جوړوم

    چې د ورورۍ او عدالت جهان وي

    چې بس د مينې محبت جهان وي

    چې تازه لوړ انسانيت وي پۀ کښې

    چې هر خوا خوږ جمهوريت وي پۀ کښې

    اے زمانې د ستا تيرو ته سلام

    کۀ څۀ هم اجمل خټک ډېرې غزلې هم ليکلي دي او پۀ خپل مخصوص انداز کښې ئې د روماني خيالاتو اظهار کړے دے خو هغه پۀ بنيادي توګه د نظم شاعر ؤ، هغوي به پۀ خپله هم د دې حقيقت اعتراف کولو چې زۀ د غزل شاعر نه د نظم شاعر يم، او چې رښتيا خبره وي هغوي چې دنيا ته کوم افاقي پېغام ورکول غوښتل دغه پېغام د غزل پۀ تنګه جولۍ کښې نۀ ځائيده، د دې د پاره د نظم وسيعه او فراخه پېرايه پکار وه، دې کښې شک نشته چې هغوي د نظم پۀ ژبه خپل پېغام پۀ ډېره موثره توګه خپل اولس ته ورسولو، د هغوي د نظم پۀ ٰائينه کښې کۀ يو خوا د هغوي خپل صاف او سپېځلے ژوند څرګند ښکاري نو بل خوا پۀ کښې د دوي د دردېدلي ژوند سره خوا پۀ خوا د ټولو بې وسو خلقو دردونه او اسوېلي هم صفا پۀ نظر راځي. ما د خټک صېب د وفات نه يو څو ورځې مخکښې پۀ دوي يو نظم ليکلے ؤ چې پۀ “ليکوال” مجله کښې چاپ شوے ؤ، د دغه نظم پۀ يو څو شعرونو دا خپل مضمون سر ته رسوم.

    د مينې د خلوص د وفا کور اجمل خټک دے

    د پېغلو د زلمو د سترګو تور اجمل خټک دے

    د جبر پۀ تيارو کښې چې څاري د رڼا لارې

    بدنام پۀ دغه داغ پۀ دغه تور اجمل خټک دے

    د ټکو سمندر دے د جذباتو اباسين دے

    دے ډوب چرته پۀ فکر چرته شور اجمل خټک دے

    د فکر او د فن ئې تذکرې پۀ لر او بر شي

    د ټولې پښتونخوا پۀ فکر خور اجمل خټک دے

    سندرې د رومان ئې جوړوي پۀ زړۀ کښې لارې

    شاعر د انقلاب کۀ پۀ بل لور اجمل خټک دے

    (د پام وړ: دا مضمون محترم پروفېسر ډاکټر يار محمد مغموم خټک څو کلونه وړاندې د “پښتون” مجلې لپاره ليکلے ؤ چې پۀ ډېر درناوي چاپ شوے ؤ. دې مضمون کښې کۀ يو خوا د اجمل خټک بابا پۀ شاعرۍ يوه پۀ زړۀ پورې تبصره شوې نو بلخوا پۀ کښې د مغموم صېب د ليکنې خواږۀ هم پاشلے شوي دي. دا ليکنه ضرورت لري چې بيا بيا چاپ شي او ځکه ئې “پښتون” يو ځل بيا د اجمل بابا د دولسم تلين پۀ موقع خپلو لوستونکيو ته وړاندې کوي).

  • “باچاخان اوونۍ” – د پرانستې دستورې نه تر اتمانزيو جلسې پورې – ساجد ټکر

    “باچاخان اوونۍ” – د پرانستې دستورې نه تر اتمانزيو جلسې پورې – ساجد ټکر

    د فخر افغان باچاخان او رهبر تحريک خان عبدالولي خان د تلين د مراسمو پۀ مناسبت د روايت ترمخه د پرانستې دستوره سږ کال هم د جنورۍ پۀ شلمه نېټه باچاخان مرکز کښې ترسره شوه. د پرانستې دستورې پېل د عوامي نېشنل ګوند صوبائي صدر اېمل ولي خان پۀ لاسونو ترسره شو. دستوره کښې پۀ ګڼ شمېر کښې مرکزي او صوبائي مشرانو، کارکنانو او د باچاخان سکولونو ماشومانو ګډون وکړو. د غونډې پۀ پېل کښې تلاوت وکړے شو او بيا د “ننګيالے پښتون” سالارانو سلامي وړاندې کړه. د اوونۍ د مراسمو پۀ ترڅ کښې باچاخان مرکز کښې د کتابونو، د باچاخان سکولونو د ماشومانو د لاسو جوړ شوي مصنوعاتو او څپلو سټالونه هم لګولے شوي وو چې د اوونۍ تر وروستۍ ورځې ئې دوام درلود. صوبائي صدر او د باچاخان ټرسټ سي اي او اېمل ولي خان د پرانستې دستورې پسې سم د سټالونو دوره وکړه او دغه شان د پرانستې دستورې وړومبنۍ مرحله ترسره شوه.

    لۀ دې وروستو د باچاخان ميډيا سېل ډائرېکټر عمران اشنا چې د نظامت چارې ئې ترسره کولې، ټول مېلمانۀ لوے تالار ته وبلل او د غونډې د دوېمې برخې پېل وشو. لۀ ټولو مخکښې د باچاخان ريسرچ سنتړ لۀ خوا د نويو چاپ شوي کتابونو مخکتنه ترسره شوه. دې کال کښې ريسرچ سنټر ټول دولس کتابونه چاپ کړي دي. د کتابونو مخکتنه پۀ منظمه توګه پۀ سټېج ترسره شوه.

    لۀ دې وروستو د باچاخان ريسرچ سنټر ډائرېکټر فضل الرحيم مروت، د باچاخان ايجوکېشنل فاؤنډېشن ډائرېکټر داکټر سهېل خان، د ګوند پخواني صوبائي جنرل سېکرټري، سينيئر سياستدان او قانون پوهـ اېډوکېټ سليم خان لالا، صوبائي جنرل سېکرټري سردار حسېن بابک او صوبائي صدر اېمل ولي خان غونډې ته وېناوې وکړې.

    محترم مروت صېب ووئيل چې مونږ خوش بخته يو چې د باچاخان او ولي خان پۀ شان مشران لرو. دا داسې مشران وو چې د تعليم او کتاب پۀ اهميت پوهه وو او غوښتل ئې چې پښتانۀ د تعليم پۀ کاليو ښائسته شي. مروت صېب زياته کړه چې ما لپاره دا ډېره د خوشالۍ خبره ده چې د ټرسټ مشر اېمل ولي خان ما ته اجازت راکړے بلکې زور راباندې راوړي چې مونږ زيات نه زيات کتابونه چاپ کړو. بلکې راته ئې دا هم وئيلي چې کۀ چرې مونږ روزانه کتاب چاپ کولے شو نو چې چاپ کړو.

    پۀ خپل وار ډاکټر سهېل صېب ووئيل چې پۀ باچاخان بابا ډېر زيات کار شوے دے او زياته ئې کړه چې تراوسه زما د تحقيق پۀ رڼا کښې پۀ باچاخان ۱۴۹ کتابونه ليکلے شوي دي، شپږ پرې پي اېچ ډيز شوي دي، څلور پرې دستاوېزي فلمونه جوړے کړے شوي دي چې يو ته پۀ کښې اسکر اېوارډ هم ورکړے شوے دے. ډاکټر سهېل د خپلو خبر ترڅنګ ووئيل چې کۀ مونږ د باچاخان بابا کتاب “زما ژوند او جدوجهد” وګورو نو مونږ لپاره پۀ کښې ډېرې زياتې د ګټې او سوچ خبرې دي. وې وئيل چې باچاخان پۀ خپل کتاب کښې د خپل ماشوموالي چې کله ذکر کوي نو د لوبو پۀ اړه چې خبره کوي او کومې لوبې يادوي نو هغه ټولې داسې لوبې دي چې پۀ کښې د اېمپائر يعنې درېمګړي ضرورت نۀ وي.

    سليم خان لالا پۀ خپل روايتي انداز کښې د خبرو پېل وکړو او پۀ سر کښې ئې دا ټپه ووئيله چې:

    ستا د ښائست ګلونه ډېر دي

    جولۍ مې تنګه زۀ به کوم کوم ټولومه

    سليم لالا ووئيل چې ولي خان د محکوم قامونو د مبارزې يو ډېر لوے او دروند نوم دے. د دې سيمې سياست د ولي خان د تذکرې نه بغېر بېخي نيمګړے دے. سليم لالا ووئيل چې د ولي خان ډېر ګڼ اړخونه دي او کۀ خبرو ته شي نو پۀ مياشتو مياشتو پرې خبرې کېدې شي خو د وخت لنډوالي پۀ وجه به زۀ دومره ووايم چې هغۀ پۀ ډېر ګنده سياسي ماحول کښې ډېر معتبر کردار ادا کړے او چې نورو خلکو خپلې جولۍ ډکولې نو ولي خان د پارلېمان، جمهوريت، اولسي احترام او اصولو جنګ کولو او هم دغه وجه ده چې ولي خان پۀ ډېر پمن ماحول کښې ډېر پاک سياست کړے دے او خپله لمن ئې د هر قسم داغ نه پاکه ساتلې ده.

    لۀ دې وروستو د عوامي نېشنل ګوند صوبائي جنرل سېکرټري سردار حسېن بابک ته د وېنا بلنه ورکړې شوه. بابک صېب ووئيل چې زمونږ سياست، زمونږ نظريه او زمونږ بيانيه واضحه او څرګنده ده. مشکلات هم هغه دي کوم چې پخوا وو. کۀ مونږ يوازې د بابا د تعليم مبارزې ته وګورو نو بې مثاله ده. تاسو وګورئ چې بابا د خپل قام د شعور او روښانه مستقبل لپاره ازادې مدرسې جوړې کړې خو پېرنګي ورته بندونه وهل او پۀ پېسو ئې خلک اخستل او پچموزې به کېدلې چې “سبق د مدرسې وائي… لپاره د پېسې وائي”. خو باچاخان بابا د سبق پۀ اهميت پوهه و نو وروستو کېدو والا نۀ ؤ. بل دا چې د باچاخان او خدائي خدمتګارو هلې ځلې د اسلام د تعليماتو پۀ رڼا کښې وې، هغۀ د علم رڼا خوروله، شعور ئې ورکولو او د خدمت درس ئې عام کولو. خو انګرېز ته د باچاخان دغه مدرسې نۀ وې پکار ځکه چې پوهه خورېده. بابک صېب زياته کړه چې لۀ بده مرغه دلته پۀ څلور اويا کاله کښې جمهوريت رانغے. هم دغه وجه ده چې امن نشته، تعليم نشته، او پرمختګ هم نشته. نن د پارلېمان تضحيک او د سياست سپکاوے کېږي. نن عدالتونه ازادې فېصلې نۀ شي کولې. د رايه د اظهار ازادي نشته. دلته پابندۍ دي. ميډيا ازاده خبره نۀ شي کولې. دلته اثراندازي او دخل اندازي ده. دلته مونږ تجارت هم نۀ شو کولے. لارې بندې دي. يو خوا لارې پرانستې دي او تجارت روان دے او بلخوا لارې بندې دي او زما پښتون قام خوار دے. کۀ پښتانۀ خوارېږي نو خوار دې شي خو لارې به بندې وي.

    لۀ دې وروستو د غونډې صدر ښاغلي اېمل ولي خان ته د پاې د خبرو لپاره بلنه ورکړې شوه. اېمل ولي خان د ټولو نه وړاندې د ټولو شکريه ادا کړه او وې وئيل چې نن زمونږ خپلو باباګانو ته د پېرزوئنو ورځ ده او نن پښتنو ته د هر څۀ نه زيات ضرورت د باچاخان بابا د فکر او نظريې دے. زياته ئې کړه چې پښتنو سره څۀ وشو نو دا ورسره د ټولې دنيا پۀ خوښه وشو. نن هم د هاتيانو جنګ دے خو هاتيان پۀ نوي شکل کښې دي. نن هم حالات سخت دي. خو زمونږ مشرانو مونږ ته يوه لار پرېښې ده چې تګ به پرې کوو. خلک لۀ قېدونو وېرېږي خو زمونږ مشرانو به غاړې ورکولې. حالات لا بدل نۀ دي. مونږ وزپلے شو او نن هم مونږ کړکېچنو حالاتو سره مخ يو او ښۀ کلک ورته ولاړ يو. نن زۀ دا وئيل غواړم چې مونږ نۀ وروستو کېدو والا يو او نۀ وېرېدو والا يو. زمونږ ګوند شکر دے چې د باباګونو پۀ سوچ او نظريه روا دے. اېمل ولي خان زياته کړه چې ما ته خلک وائي چې تاسو د رياست سره خبرې ولې نۀ کوئ نو ايا زۀ د باباګانو نظريه پرېږدم. دلته دا هم وئيل غواړم چې زمونږ پۀ سياست کښې د پاکستان سره بېوفائي نشته. بايد مونږ ټول پوهه شو چې جنګ صرف او صرف د وسائلو دے. نن به مونږ حکومت کښې وے خو کۀ د دوي خبره مو منله. دلته خو چور تالان ګډ شوے دے. هغه د بابا خبره چې پېرنګي به کوچ وړل خو شوملې به ئې مونږ ته پرېښودې خو دوي خو ورسره چاټۍ هم وړي. تجارتي لارې راته بندې دي. د اوړو پۀ قحط کښې راته غنم بند کړي. باباګانو او زمونږ مشرانو ټول عمر د خپل قام د وسائلو خبره کړې ده او دوي زمونږ پۀ قدرتي وسائلو زمونږ حق نۀ مني. زما رائلټي نۀ مني. خپله جي اېن فارموله نۀ مني. مونږ ته خو دا هم اجازت او اختيار نشته چې هغه اله ولګوو چې څومره بجلي پنجاب ته ځي. زمونږ د مشرانو سياست د خپلې خاورې د اختيار سياست دے، د خپلې نمړۍ سياست دے او د خپلو بچو د حق سياست دے. زۀ د خپل بابا اسفنديار ولي خان او مشرانو پۀ سياست فخر کوم چې زمونږ حقونو ته ئې ائيني تحفظ ورکړے دے او زۀ ژمنه کوم چې د دې وسائلو به تحفظ کوم. تاسو ته دې دا هم څرګنده وي چې زمونږ مقصد حکومت نه بلکې د بابا نظريه ده. نن وګورئ کنه مسلم ليګ لږ شان د حکومت نه بهر پاتې شو او اوس چغې وهي، ډيلونه کوي ځکه چې وېرېږي چې سياست به ئې ختم شي خو مونږ د نهه کلونو راهسې د حکومت څخه بهر يو خو شکر دے چې د بابا منونکي، خدائي خدمتګاران او کارکنان مونږ سره پۀ مېدان ولاړ دي. دا ولې، دا ځکه چې مونږ نظريه لرو، د بابا لار لرو. زۀ به دلته دا هم ووايم چې کتاب ډېر اهم دے او د ټرسټ لاندې به د کتابونو چاپ جاري وي. دا ټرسټ پۀ کال ۲۰۰۲ کښې جوړ شوے دے او تر اوسه ئې ۸۶ ډېر د کار کتابونه چاپ کړي دي. د دې سره د ټرسټ لاندې د باچاخان سکولونو لړۍ غځولو هلې ځلې هم دوامدارې دي، ورسره خدائي خدمتګار ارګنائزېشن او د انګازې کارونه هم روان دي. پۀ انګازې خلکو خپل تاو وويستو خو چې نيت او اراده کلکه وي نو خداے د انسان مرسته کوي. دې خلکو خبرې وکړې او مونږ کار وکړو او دا تسلسل به د پښتو ژ‌‌بې، ادب، کلتور او پښتون قام د شناخت لپاره جاري وي. لۀ خېره لۀ دې وروستو مونږ اراده لرو چې د پښتو ډرامې، فلم، سټېج وغېره لپاره هم يو پلېټ فارم جوړ کړو. زمونږ نيت روغ دے، دريځ مو سپين دے او عزم مو کلک دے، ګټه به لۀ خېره د بابا د مئينانو او د خدائي خدمتګارو د پتنګانو وي.

    د اېمل ولي خان د ګټورو خبرو سره د باچاخان اوونۍ د پرانستې دستوره سر ته ورسېده.

    پۀ دوېمه ورځ د باچاخان سکولونو د قابل ماشومانو لۀ خوا د باچاخان مرکز پۀ لوے تالار احمد شاه ابدالي تالار کښې غونډه ترسره شوه چې پۀ کښې تقريرونه او خاکې وړاندې کړے شوې. د تقريب پۀ اختتام د اېمل ولي خان پۀ لاس ماشومانو ته اېوارډونه ورکړے شول.

    د اوونۍ پۀ درېمه ورځ د “انګازې” پروډکشن لۀ خوا باباګانو ته د مينې او عقيدت وړاندې کولو لپاره د خوندورې غونډې تابيا شوې وه چې پۀ کښې د دې خاورې ځلنده هنرمندانو د خپل فن مظاهره وکړه.

    پۀ څلورمه ورځ د ملګري ليکوالانو لۀ خوا د مشاعرې او سيمينار تابيا شوې وه چې پۀ کښې درې سوه شاعرانو د صوبې ګوټ ګوټ نه برخه واخسته او د شعر پۀ ژبه ئې باباګانو ته د عقيدت ګلونه وړاندې کړل.

    پۀ پنځمه ورځ د باچاخان مرکز پۀ لوے تالار کښې د” اعتدال پسندي، انتها پسندي اور خدائي خدمتګاري” د سرخط لاندې د لوے سيمينار تابيا شوې وه چې پۀ کښې اېمل ولي خان، سردار حسېن بابک، جاوېد هاشمي، خواجه اصف، او نامتو صحافي حامد مير او سليم ساپي هم ګډون درلود. وېناوالو د باچاخان او ولي خان انساني او سياسي مبارزې ته درنې پېرزوئنې وړاندې کړې. د پروګرام پۀ اختتام راغلي مېلمنو ته د اېمل ولي خان پۀ لاس د باچاخان او ولي خان کتابونه ډالۍ کړے شول.

    پۀ شږمه ورځ دوه لوے پروګرامونه وشول؛ يو پۀ اېګريکلچرل پوهنتون کښې د پي اېس اېف ځوانانو لۀ خوا راجوړ کړے شوے ؤ چې پۀ کښې مرکزي او صوبائي مشرانو ګډون درلود او دوېم لوے پروګرام باچاخان مرکز کښې د خدائي خدمتګار ارګنائزېشن لۀ خوا تابيا کړے شوے ؤ چې پۀ کښې پنځوس پورې د خدائي خدمتګارانو بچو او نمسو ته اېوارډونه ورکړے شول. د دې پروګرام مشر مېمله محترم ميا افتخار حسېن ؤ او هم د هغوي پۀ لاس د خدائي خدمتګارو بچو ته اېوارډونه ورکړے شول. خدائي خدمتګار تنظيم اراده لري چې د خدائي خدمتګارانو د نمانځلو دا لړۍ به دوامداره ساتي او کوشش به کوي چې هر کال ئې ستائي او د خدائي خدمتګارانو د بچو سره تماس کښې وي او خېر خبر ئې اخلي.

    د اوونۍ د تقريباتو او غونډو پۀ لړۍ کښې تر ټولو لويه مرحله د شپږيشمتې جنورۍ پۀ اتمانزيو کښې جلسه وه چې د مرکزي سينيئر نائب صدر امير حېدر خان هوتي پۀ مشرۍ کښې ترسره شوه. اېمل ولي خان د کورونا ناروغۍ لۀ وجې پۀ دې جلسه کښې ګډون ونۀ کړے شو. نور ټول مرکزي او صوبائي مشران موجود وو او کارکنان د شمېرې نه وتې وو ځکه چې پۀ اوږد برغ سړک تر لرې لرې صرف د باچاخان مئينان او د ګوند کارکنان پۀ نظر راتلل.

    د دې لويې جلسې د نظامت چارې د کلتور صوبائي څانګې سېکتر ډاکټر خادم حسېن ترسره کړې. جلسې ته وېنا والو کښې سردار حسېن بابک، د ګوند بزرګ مشر حاجي غلام احمد بلور، ميا افتخار حسېن او امير حېد خان هوتي شامل وو.

    امير حېدر هوتي پۀ خپل تقرير کښې باباګانو ته درنې پېرزوئنې وړاندې کړې او وې وئيل چې دا د باباګانو برکت دے چې نن چارسده کښې هر خوا صرف او صرف يوه سره جهنډا پۀ نظر راځي. د عمران خان پۀ اړه ئې ووئيل چې هغه خلکو ته به ئې چې د نۀ وېرېدو درس ورکولو هغه سړے اوس پۀ خپله وېرېدلے دے او بل بل شان خبرې کوي. زياته ئې کړه چې د بيانونو نه ئې پته لګي چې ورخ ترې اوبو وړے دے. هوتي صېب پۀ جار ووئيل چې عمران خان ملک تباه کړے دے او اوس به يا عمران خان بچ کول وي او يا پاکستان. د سيمې د حالاتو پۀ اړه ئې ووئيل چې نن د دې خطې ټولې مسئلې صرف او صرف د باچاخان بابا د نظريې پۀ زور هوارېدے شي. وې وئيل چې تشدد او زور زياتے د يوې مسئلې هم حل نۀ دے او زياته ئې کړه چې تشدد ملک تباه کړو. هوتي صېب ووئيل چې زمونږ پۀ مشرانو د غدارۍ فتوې ولګېدې خو نن ئې ټوله نړۍ مني. پښتانۀ د څلوېښت کالو نه وژل کېږي او نور پښتانۀ دې ته تيار نۀ دي. وې وئيل چې د کال ۲۰۱۸ ټاکنې يو تور داغ دے. پي ټي ائي ټول ملک ائي اېم اېف ته حواله کړو او غريب ئې تباه کړو. هوتي صېب زياته کړه چې اے اېن پي پۀ مرکز کښې د پښتنو مقدمه ګټلې ده او د شناخت سره سره ئې اتلسم ائيني ترميم او صوبائي خودمختاري هم راوړې ده. خپل تقرير ئې پۀ دې راټول کړو چې دا سفر به د خپلو باباګانو پۀ لار جاري ساتو.

    دغه شان د باچاخان اوونۍ دوران چترال نه چمنه غونډې وشوې. بلوچستان کښې د صوبائي صدر اصغر خان اچکزے او سېکتر مابت کاکا پۀ زيار پۀ هرنائي، حب او کوټه کښې لوې جلسې او دستورې وشوې.

    هم دغه شان د باچاخان اوونۍ پۀ ټوله نړۍ کښې د پښتنو لۀ خوا ونماځلې شوه.

  • اداريه 2022 – باچاخان اوونۍ … هيلې تاندې دي!

    اداريه 2022 – باچاخان اوونۍ … هيلې تاندې دي!

    “باچاخان اوونۍ” د روايت ترمخه سږ کال هم ښۀ پۀ مينه او جذبه ونمانځلې شوه. د فخر افغان باچاخان د څلوردېرشم او د رهبر تحريک خان عبدالولي خان د شپاړلسم تلين پۀ مناسبت د باچاخان ټرسټ د سېوري لاندې پۀ باچاخان مرکز، پېښور کښې کۀ د يو شمېر تقريباتو اهتمام شوے ؤ نو ورسره د ضلعو پۀ کچ هم د اوونۍ پۀ مناسبت سره غونډې ترسره شوې. کۀ د صوبې ګوټ ګوټ کښې فخرافغان او رهبر تحريک ته پېرزوئنې وړاندې کړے شوې نو ورسره جنوبي پښتونخوا کښې هم درنې غونډې ترسره شوې چې پۀ کښې د عوامي نېشنل ګوند مرکزي سينئير نائب صدر امير حېدر خان هوتي او مرکزي ستر سېکتر ميا افتخار حسېن ګډون درلود. هم دغه شان د اوونۍ پۀ مناسبت د نړۍ پۀ يو شمېر غربي ملکونو، امريکا، عربي هېوادونو او چرته چې هم پښتانۀ اوسېږي نو هلته د “باچاخان اوونۍ” پۀ مناسبت سره لوې وړې غونډې وشوې چې پۀ کښې د ازادۍ سرخېلانو هلو ځلو، مبارزې او جدوجهد ته د عقيدت پېرزوئنې پېش کړے شوې. د دې نمانځغونډو د پېل دستوره د جنورۍ پۀ شلمه نېټه د پښتنو شريک کور باچاخان مرکز کښې د صوبائي صدر اېمل ولي خان پۀ لاس ترسره شوه او دغه شان د بېلا بېل پروګرامونو دغه دوامداره لړۍ د جنورۍ پۀ شپږيشتمه د باچاخان پۀ کلي اتمانزيو کښې د يوې لوې جلسې پۀ شکل کښې پاې ته ورسېده. دا غونډې او جلسې پۀ يو داسې وخت کښې ترسره شوې چې ملک کښې د پي ټي ائي حکومت پۀ دې کوشش کښې دے چې هر اپوزيشن ګوند وځپي، د بډو رشوتونو د تورونو يو باران دے، د نېب د سياسي انتقام لپاره کارول اوس بېخي لکه د نمر روښانه دے. لۀ دې وړاندې هم پۀ امرانه دور کښې د اے اېن پي لۀ مېنځه د وړلو هڅې شوې دي خو دغه خيال د خلکو يو خوب ثابت شوے دے. نن د باچاخان اوونۍ پۀ موقع دنيا وکتل چې عوامي نېشنل ګوند نۀ يوازې پۀ مېدان موجود دے بلکې کۀ وغواړي نو پۀ يوه چغه داسې جلسې کولے شي چې نړۍ ورته ګوته پۀ خولۀ شي. خو لۀ بده مرغه پۀ دې ملک کښې دا يو بد رواج دے چې څوک هم د ملک، قام او ژبې خبره کوي نو پۀ هغوي د غدارۍ تورونه لګولے کېږي او چې کوم ګوند هم د اولس د وسيلو او مسئلو خبره کوي نو د هغوي د لارې د نيولو او هغوي ته د خنډانو ودرولو هڅې کېږي. عوامي نېشنل ګوند د خدائي خدمتګار تحريک تسلسل دے. باچاخان د نن نه سل کلونه وړاندې د خپل اولس د حق، ژبې، اختيار او وسيلو خبره کوله او عوامي نېشل ګوند نن سل کلونه پس هم هغه د لوے بابا پۀ نظريه روان دے او کۀ حالات هر څنګه وي، څوک بد ګڼي او کۀ د ګوند ووټونه تالا ترغه کېږي خو خبره هم هاغه د فخر افغان ده چې “خپله خاوره، خپل اختيار”. ګوندونه چې يوې مودې له د حکومت نه بهر پاتې شي نو بيا هلې ځلې کوي چې پۀ څۀ طريقه بېرته حکومت ته ورسي ځکه چې د ختمېدو خطر سره مخ کېږي خو عوامي نېشنل ګوند پۀ يو نېب دا دے پۀ نهم کال د حکومت نه بهر وساتلے شو خو د خلکو جذبه سړه نۀ شوه بلکې لا زياته شوه. دا ولې؟ دا ځکه چې اے اېن پي يوازې يو سياسي ګوند نۀ دے بلکې يوه نظريه، يو حقيقت او يو تاريخ دے. دا ګوند شپه پۀ شپه د چا پۀ ډرائنګ روم کښې پۀ وجود کښې نۀ دے راغلے بلکې د دې پۀ شا د يو ستر مبارز او د هغۀ د بې لوثه خدائي خدمتګارو بې مثله قربانۍ دي، يو داسې نظريه ده چې نن ئې سالمه نړۍ مني، يو داسې تحريک دے چې سل کاله ئې وشو خو لا دوامدار دے. د دې تحريک او ګوند جرړې د اولس پۀ زړونو کښې دي. دا ګوند د اولس ترجمان او د اولس د حقونو مبارز ګوند دے. پۀ ټول ملک کښې يوازې عوامي نېشنل ګوند دے چې د دې صوبې، د خپل اولس او قام د حق خبره ښۀ پۀ جار کوي او کله هم د خپل اصولي دريځ نه نۀ وروستو کېږي. د دې ګوند مشران بيا بيا وائي چې د ګوند موخه کله هم حکومت ته رسېدل نۀ دي بلکې د نظريې پۀ بنياد د خپل اولس د حق خبره کول دي. ځکه نو مونږ ګورو چې ډېر تحريکونه راولاړ شي، شور او غوغا جوړه شي خو څو کلونو کښې دننه دننه ئې د نوم او نښان پته هم نۀ لګي. خو بلخوا عوامي نېشنل ګوند چې سل کاله ئې وشول او دا دے داسې يو مقام ته رسېدلے چې نظريې ته ئې نړۍ لاس پۀ نامۀ ولاړه ده او هم دا وجه ده چې د بې درېغه هڅو باوجود نن عوامي نېشنل ګوند لکه د غر پۀ ځاے ولاړ دے.

    شهزره

    “خطرناک وزيراعظم” او د ټرانسپرنسي انټرنېشنل رپورټ

    دا خبره کۀ بل يو عام کس کړې وه نو ځه خېر دے مونږ به څۀ نۀ وئيل ځکه چې انسان کمزورے دے او کله کله پۀ يوه نيمه خبره ئې زړۀ خفه او يا دماغ ګنګس شي او داسې څۀ خبره وکړي چې ښائي ورسره نه. خو عمران خان ځان ته د ملک وزيراعظم وائي او وزيراعظم کۀ هر څو د يوې پارټۍ نظريه پۀ شا لري خو چې کله د ملک د مشرۍ سوګند پورته کړي نو بيا لکه د مور خپلې خوښې او ناخوښې وروستو کړي او د بچو پۀ شان د قام خدمت ته ملا وتړي. عمران خان د بلها وعدو او دعوو سره پۀ حکومت کښې راغلے دے او دغه وعدې او دعوې ټولو خلقو ته يو پۀ يو يادې دي نو مونږ پرې دلته د خپلو لوستونکيو وخت نۀ خرابوو. راځو د عمران خان کارکردګۍ پله چې پۀ خپل درې نيم کاله حکومت کښې ئې څۀ وکړل او څۀ ئې ونۀ کړل! کۀ دعوو او وعدو ته ئې ګورو او ورسره پۀ مخالفينو تورونو ته ګورو نو بايد چې اوس خو دا ملک پۀ هوا روان وے خو لۀ بده مرغه د دومره لويو لويو وعدو نه وروستو عمران خان دې ځاے ته ورسېدو چې پۀ اخر کښې اولس ته ووائي چې ګورې کۀ زۀ سړکونو ته راووتم نو ډېر زيات به خطرناک شم. پۀ کار خو دا وه چې د دومره بربادۍ وروستو ئې ځان احتساب ته وړاندې کړے ؤ خو الټه ئې ګوته وړقوله چې څۀ هم ونۀ وايئ ګنې خطرناک به شم. اول به ئې د احتساب نعرې وهلې او اوس چې ئې د خپل احتساب وخت راغے نو دړکې ورکوي. پۀ داسې حالاتو کښې يو پۀ قام مئين مشر او رښتينے ليډر د ځان د خول نه ووځي او د قام او ملک سوچ کوي خو دلته چې کله پۀ ملک او قام راغله نو عمران خان سره خپل غم شو او ځکه ئې دړکو ته لاس واچول. پۀ نازک حالاتو کښې حکمرانان داسې فېصلې کوي چې اولس ورسره اوږه پۀ اوږه ۀ ودرېږي او مسئلې هوارې کړي خو عمران خان سرچپه روان دے. پۀ قول او فعل کښې ئې هغۀ تضاد دے چي تضاد ترې هم شرمېږي. يو خوا وائي چې پاکستان د نړۍ ارزان ترين ملک دے او بلخوا وائي چې د ګرانۍ لۀ وجې د شپې خوب نۀ راځي. يو خوا ټرانسپرنسي انټرنېشل وائي چې پاکستان د کرپشن پۀ انډېکس کښې شپاړس درجې پورته ختلے دے نو بلخوا “خطرناک خان” وائي چې د کرپشن ختمولو وعده مې پۀ وړومبيو نوي ورځو کښې ترسره کړې وه. يو خوا دا وائي او بلخوا وائي چې د ملک د نظام لۀ وجې مو د “غلو” نه پېسې برامد نۀ کړے شوې. لکه د تضاد هم يو حد وي. بهر حال عمران خان او ډله ئې د کرپشن د مونډ ويستلو پۀ لوې او مقبوله نعره پۀ حکومت کښې راغلي وو خو درې نيم کاله پس ئې حشر دا دے چې ملک يوه دوه نه بلکې پوره شپاړس درجې پۀ کرپشن کښې ټوپ ووهلو چې پۀ تېر لس کلونو کښې د ملک پۀ کچ يو رېکارډ دے. دا هغه عمران خان دے چې سحر ماښام به ئې پۀ خپل تقرير کښې وئيل چې قوم ته به پۀ هر حال کښې رښتيا وايم خو اوس چې ترې د کرپشن پوښتنه کېږي نو هغه ټي ائي رپورټ دروغ ګڼي چې هم دۀ به ئې مخکښې مثالونه ورکول. نړۍ مخکښې مزل کوي پۀ شا نه، خلک د وخت سره هوښيارېږي او هم دغه شان سياست هم پۀ مخه روان دے. اوس څوک د چا پۀ دروغو تر ډېره وخته نۀ تېروځي. نن پۀ سياست کښې کۀ کوم شے د کاميابۍ ضمانت دے نو هغه رښتيا وئيل او د جرات مظاهره ده. عمران خان به د رښتيا وئيلو طرفداري او د جرات مظاهره پۀ کنټېنر ډېره پۀ لوړ غږ کوله خو کله چې د اقتدار پۀ اس سور شو نو دغه دواړه خبرو ته ئې شا کړه. سياست صرف د خبرو او دعوو کولو نوم نۀ دے بلکې د حالاتو پۀ نبض د لاس کېښودلو يو سائينس دے. سياست کښې چې څوک پوهه تن خبره کوي نو اول پرې سوچ کوي خو د عمران خان کېس کښې مونږ وکتل چې بس خبرې، خبرې او خبرې. او نن هم د حالاتو نه د نتيجو اخستو او زدکړې پۀ ځاے صرف او صرف پۀ خبرو کار روان دے. د حکومت ناکامي، نااهلي او نالائقي پټولو لپاره عجيبه عجيبه شوشاګانې پرېښودې شي. ملک د ائي اېم اېف پۀ جولۍ کښې واچولے شو، سټېټ بېنک لاړو، قرضې اسمان ته وختلې، ګراني بې مثاله، حالات نازک خو د “هوښيارانو” ټول فوکس صدارتي نظام باندې خبرو او شوشې پله دے. لکه سړے سر ونيسي چې دا څۀ روان دي. د ملک حالات د څۀ تقاضا کوي او پروپېګنډې د څۀ لپاره کولې شي. مونږ به څۀ ووايو خو واقعي چې سړے “خطرناک” دے.

  • د شېخ چلي چراغونه! – سلطان خان ټکر

    د شېخ چلي چراغونه! – سلطان خان ټکر

    د ترۀ پۀ ځاے ماماګان ښۀ وي، لاس امداد پۀ اخلاص کوي، خو کله مې سوچ واخلي چې ماما دا امداد پۀ دې غرض کوي چې هسې خوريے څوک ونۀ لمسوي او چرته خورکۍ حصه ترې وانخلي. د ماما زړۀ همه وخت داسې دړکې خوري۔ دا وجه وي چې ماما پۀ اختر شوقدر کښې څۀ هشتنغرۍ وريژې ځان سره راخستے وي او د خورکۍ کور پله روان وي. زياتره ورسره د زوي زوے هم وي۔ چې ماما راشي نو بيا ئې بوډۍ خور پۀ لستوڼو ګډېږي چې ورور مې راغلے دے۔ چې ورور ئې د کور نه رخصتېږي نو د هشتنغرو وريژو پۀ مقابله کښې ئې د خور نه د روپۍ پۀ مقابله کښې پۀ ډالر خپل نمسے کره کړے وي، د دې باوجود بوډۍ خور ئې نۀ صرف د بل اختر شوقدره پورې ځامنو ته د خپل ورور د سخاوت سندرې وائي بلکې د ګاونډيانو غوږونه ئې پرې هم سوري کړے وي. د ورور ئې خو پۀ خپل کور کښې دا حال وي، کۀ چرې دا بوډۍ خور ئې راغلې وي، نو بيا ورور ئې ټوله ورځ د کور نه بهر تېروي، د ورور ښځۀ ئې د ډالر پۀ مقابله کښې د روپۍ هم نۀ وي، خو ورور ئې ترې داسې وېرېږې لکه خلک چې پۀ کور کښې د غټې بې بې نه وېرېږي، ماما غريب ټوله ورځ بهر پۀ وسوسو کښې تېره کړي چې پته نۀ لګي چې د خورکۍ سره به ئې ښځې څۀ عمل کړے وي، هسې نه چې داسې لوبه ئې ورسره کړې وي، کومه لوبه چې ائي اېم اېف د پاکستان سره کوي. خور ئې چې د ورېندار نيت ته ګوري، نو هغه هم بيا د ورور پۀ کور کښې ايسارېدو والا نۀ وي، خپله ګټه پۀ رخصت کښې ويني۔ ماښام چې ورور ئې کور ته پۀ وېره وېره راشي نو غټه بې بې وي او خورکۍ نۀ وي، ورور ئې اسمان ته وګوري او پۀ زړۀ کښې پټ پټ شکر وباسي چې ځه خېر شو او بيا پۀ وېره وېره شکور ته ورنزدې شي يعنې ټوله ورځ ئې پۀ “ګهبرانے والي کېفيت” کښې تېره شوې وي او د خان دا خبره پرې هېڅ اثر نۀ کوي چې “ګهبراو نهين”۔ د سياستدانو خبره چې هر چا سره انګړا دنګړا کوه خو د نېب د چئيرمېن د نظره چې څومره پناه يې نو هغومره دې ګټه ده، خو چې ورته ګېر شوې، نو بيا ورته ډېر ډېر خانده، دغه شان ماما هم پۀ اسانه ځان خوريي ته نۀ ورکوي. کۀ چرته ماما ګېر شي نو بيا پرې ځان پرچه کوي ځکه چې خور خو پرې پرده اچولې شي، خو خوريے ئې څۀ پرواه ساتي۔ دغه شان زۀ هم پۀ کور کښې تنګ شوے وم، ما وې راشه پېنډۍ ته لاړشه، ماما مامي به وينم او د پېنډۍ سېل به هم وکړم۔ پۀ پېنډۍ کښې د ژمي لپاره مې څۀ کباړ کوباړ هم واخستو او پۀ واپسۍ کښې را له ماما پۀ شکرۍ کښې څۀ غوټه موټه هم را کړه۔ مامي ګرچې د ماما د پاره غټه بې بې ده، خو د مشرانو خبره چې کوم ځاے ډب وي نو هلته ادب وي. ماما ته مې د نيکۀ نه پۀ ميراث کښې څۀ لږه دنيا نۀ ده پاتې. ماما چې را له شکرۍ را کوله، نو دا ئې راته ووې چې پۀ دې شکرۍ کښې اګۍ دي او پۀ اګو يوه چرګه ناسته ده۔ ماما مې راته دا هم وې چې دا اګۍ به پۀ ۹۰ ورځو کښې بچي شي او هر بچے به د شېخ چلي چراغ وي. ما ورته وئيل، ماما جي د اله دين چراغ مې اورېدلے ؤ خو د شېخ چلي چراغ مې تا نه واورېدو، ماما را له پۀ ګپ کښې ښۀ درنه لته را کړه، د ټول عمر هغه غصه ئې را باندې سړه کړه، ما ته ئې وئيل، سرکوزيه! پېنډۍ ته چرته نۀ ئې راغلے، دلته ما تا له راپېدا کړې ده. شکرۍ مې پۀ سر کړه او د پېنډۍ نه پۀ تلوار تلوار روان شوم، زړۀ کښې مې وئيل هسې نه شکرۍ را نه پۀ زور څوک واخلي. پۀ زړۀ کښې مې دومره منصوبې جوړولې چې دومره به چرته شېخ چلي علېه رحمت پۀ ټول عمر کښې نۀ وي کړې۔ چار چاپېره مې نظر شو نو دا شکرۍ پۀ پېنډۍ کښې د ټول پاکستان خوريونو پۀ سر کړې وې۔ زړۀ کښې مې تېر شول چې د ټول پاکستان ماماګان پۀ پېنډۍ کښې مېشتۀ دي۔ د زړۀ نه مې وېره ختمه شوه چې د شکرۍ د پټېدو يا پۀ شکرۍ څۀ د ډاکې وېره نشته، ځکه چې د هر چا پۀ سر خپله خپله شکرۍ ده. کور ته راغلم، مور مې چې شکرۍ پۀ سر وليده، نو ډېره زياته خوشحاله شوه، پۀ منډه منډه د کوره ووته چې پۀ ګاونډ کښې زېرے خور کړي چې ورور مې ښائسته خان له څۀ داسې اګۍ ورکړې دي چې د هغې نه په ۹۰ ورځو کښې د شېخ چلي چراغونه ووځي، بلکې يو کور والا ته ئې دا هم ووئيل چې چنغله به د ښائسته خان وي، مور مې لا د هغوي کره سحرنۍ چايو ته پۀ دولس بجې ناسته وه چې د چنغلې ورور هم داسې شکرۍ پۀ سر د پېنډۍ نه راورسېدو، پۀ دې لحظو کښې د ګاونډ ټول شاه زلمي د پېنډۍ نه د خپلو خپلو شکرو سره پۀ خپلو خپلو کورونو کښې د اجمل بابا د محبوبې سندرې شروع کړې، مور مې دوه خپلې او دوه پردۍ کړې او بيا د کور پۀ درشل وه۔ هره شپه منصوبې وې او هره ورځ خوشحالۍ وې چې ۹۰ ورځې به کله راځي، پۀ هر کور د خپل خپل ماما جي او چا کره خپلې خپلې د چنغلې خوږې قېصې وې۔ ۹۰ ورځې تېرې شوې، خو د شېخ چلي پۀ چراغونو پوهه نۀ شوم۔ پۀ انتظار مې سترګې سرې شوې چې د شېخ چلې چراغونه به کله راځي، پۀ کور کښې د چنغلې باره کښې قېصۍ هم پۀ کمېدو شوې او د ماما جې باره کښې قېصې هم غلې شوې دي۔ اووۀ اتۀ اخترونه هم تېر شو، خو د ماما جي زمونږ کور پله څۀ درک ونۀ شو. څلوېښت مياشتې وشوې، خو چرګه اوس هم پۀ اګو ناسته ده، خو تر اوسه پورې د شېخ چلي يو چراغ هم پېدا نۀ شو بلکې اوس خو ورته پۀ کور کښې څوک پوره نوم هم نۀ اخلي، بلکې د شېخو چراغونه ورته وائي. زړۀ مې وار ونۀ کړو، ځان سره مې وئيل چې دا انتظار به تر کومې پورې وي، يو څو د غېرت جملې مې مخې ته شوې، د غېرت دا جملې ما له راتلې کوم ځاے بلکې دا خو را باندې د مخکې نه ګوټه کړې شوې وې چې ” هم نهين تو کون؟ اب نهين تو کب؟ “۔ نېغ د کلي د چرګانو ډاکټر له لاړم او ټوله قيصه مې ورته تېره کړه، د ډاکټر صېب پته نۀ لګي چې ماما ئې پۀ اسمان کښې وسي چې دا قسمه شکرۍ ورته نۀ وه مېلاو شوې۔ ډاکټر صېب راته وئيل چې اګۍ خو شل يوويشت ورځو کښې بچي کېږي، دا اګۍ خو به پخوا سخا شوې وي۔ ډاکټر صېب را ته وئيل چې کور دې د نوښار د سين پۀ غاړه دے، اګۍ سره د شکرۍ د نوښار په سين لاهو کړه او چرګه هفته لس ورځې د کټ پښې پورې نهره نهوره وتړه چې پۀ خود شي۔ ما چې شکرۍ د نوښار پۀ سين لاهو کړه، څۀ ګورم چې نۀ ګورم بيا د نوښار سين ټول شکرۍ شکرۍ ؤ، لکه چې ټول ترې پوزې له راغلي وو، خو چاله ئې چل نۀ ورتلو چې څۀ وکړو؟ چرګه مې د کټ پښې پورې لس ورځې وتړله، د چرګې راته څۀ لږ ډېر ذهني توازن پۀ ځاے ښکاره شو۔ چرګه مې چې پرېښوده، نو نېغه د شکرۍ ځاے له لاړه، شکرۍ خو د نوښار سين به يقينا چې د کراچۍ سمندر ته في سبيل الله بخښلې وي، چرګه پۀ يخ فرش پۀ يخه يخنۍ کښې کېښناسته او څۀ پۀ خوږ اواز ئې څۀ سندرې شروع کړې، زما ټول د شېخ چلي خوبونه زېر زبر شوي وو، زړګے مې غلبېل غلبېل ؤ، د چرګې پۀ بګتو څۀ پوهېدم؟ نېغ بيا د چرګو ډاکټر له لاړم، قيصه مې ورته وکړه، راته ئې وئيل چې پۀ سندرو ئې نۀ پوهېږې، نو زۀ به څۀ ووايم، ما ورته وئيل چې د مرغو پۀ اواز او خبرو خو يو سلېمان علېه سلام پوهېدو، زه خو نۀ پۀ ۳ کښې يم، نۀ پۀ ۱۳ کښې يم۔ راته ئې وئيل چې کور ته لاړ شه او سندرې ترې پۀ موبائل ټېپ کړه، نېغ بيا ډاکټر له لاړم، سندرې ئې چې واورېدلې، نو بيا ئې رانه يو څو علامات وتپوسل، ماته ئې وئيل چې دا چرګه نۀ وه راغلې، نو هغه وخت کښې د جېب څۀ حال ؤ او اوس څۀ حال دے؟ ما ورته وئيل چې مخکې به پۀ کښې څۀ لږې ډېرې پېسې وې او اوس پۀ کښې نۀ وي او کۀ وي هم نو هغه څۀ ټولې پېسې پۀ کښې د قرض وي، مخکې به چې پۀ کښې سل روپۍ وې، نو جېب به مې دروند دروند ؤ او اوس چې پۀ کښې دوه سوه وي، نو جېب مې سپک سپک وي۔ ډاکټر چې دا علامات وارېدل نو يو اسماني خندا ئې وکړه او وې وئيل چې دا خو سياسي چرګه ده، د چرګې دا سندرې دا وائي چې “پانچ سال اور دو”۔ کور ته راغلم، د چرګې نه مې وزرې پرېکړې او د نوښار پۀ سين مې لاهو کړه، ما وئيل چې د کراچۍ د سمندر سېل وکړي. چې کتل مې نو بيا د نوښار سين ټول چرګه چرګه ؤ. هغه ورځ شوه او دا ورځ ده مور مې د کوڅې دروازې ته پۀ پټه پټه ګوري، خو نۀ مې د ماما جي سندرې وائي او نۀ مې د چنغلې نامه اخلي.

  • حضرت باچا خان – لوے خدائي خدمتګار، لوے سياست مدار – شباب مومند

    حضرت باچا خان – لوے خدائي خدمتګار، لوے سياست مدار – شباب مومند

    زما لپاره دا د فخر او وياړ خبره ده چې د حضرت باچا خان بابا د عدم تشدد پېرو کار او ادنٰي کارکن يم. دا هم اعزاز ګڼم چې پۀ حضرت باچا خان بابا باندې د څلور دېرشتم تلين پۀ مناسبت سره خپلې يو څو کرښې ستاسو پۀ وړاندې کړم او تاسو سره ئې شريکې کړم ولې چې د حضرت باچاخان بابا ډېر ګڼ اړخونه دي چې څوک ورته پۀ کوم نظر ګوري نو هم پۀ هغه نظر ورته راځي. دلته د باچا خان پۀ اړه د رحمان بابا دا شعر ډېر صادق راځي.

    وه هر چاته پۀ خپل شکل څرګندېږم

    ائينه غـوندې بې رويه بې ريـا يم!!!!!!

    د ټولو نه اول به د پاچا خان بابا د يو استاد پۀ حېث ذکر ضرور وګڼم چې هغۀ د ليک لوست پۀ ذريعه څومر د ګټې کارونه کړي دي او ليک لوست ته ئې څومره دوام ورکړے دے؟ دغه شان باچا خان بابا يو بهترين معمار قوم، بهترين استاد پېژندل شي، چې د هغۀ دا کوشش ؤ چې پښتانۀ پوهه او ځيرک قوم دے خو د علم د ناپوهۍ پۀ وجه پۀ دنيا کښې وروستو پاتې دي. او پۀ شعوري توګه پښتانۀ د تعليم نه ناخبره ساتلي دي، چې دا خبره به باچا خان د مرګ پورې کوله. هغۀ د پښتنو د پاره د ازاد سکولونو پرانسته پۀ دې خاطر کړې وه چې پښتانۀ پوهه شي. د تعليم او د سکول پۀ باره کښې باچاخان بابا پۀ خپل کتاب “زما ژوند او جدوجهد” کښې پۀ اتيايمه صفحه داسې ليکي:

    “ما غوښتل چې د پښتنو بچو د تعليم لپاره پۀ ملک کښې د اسلامي مدرسو جوړولو کوشش وکړم او خپل ژوند پۀ دې خدمت کښې تېرکړم. پۀ ۱۹۱۰ کښې ما او مولوي عبدالعزيز يوه مدرسه پۀ اتمانزو کښې جوړه کړه، او د نورو مدرسو د پاره مو د نورو علاقو دورې شروع کړې. د پښتنو توجو مو مدرسو ته کړه او پۀ لږ وخت کښې مو ډېرې مدرسې جوړې کړې”.

    (صفحه ۸۱) کښې ليکي چې زۀ لاړم خلق مې راټول کړل، د علم فائدو باره کښې مې ورته خبرې کولې چې دې کښې يو ملا راغے چترالے مولا به ئې ورته وئيل، دۀ سره ټوپک هم ؤ او کتابونه هم ورسره وو، هغۀ وئيل چې زۀ دا تعليم نۀ منم کوم چې عبدالغفار شروع کړے دے ولې چې دا کوم کتابونه مدرسو کښې ښودلے شي نو پۀ هغې کښې دا دي چې(ايک کتا بھونکتا ہے) يعني يو سپے غاپي او بل کتاب کښې ليکلي چې(A big fig) يعنې يو غټ اينځر دا څۀ دي؟ دا علم دے؟

    نو باچا خان بابا سره ئې دا خبره وکړه چې زۀ درسره پۀ کتاب فېصله کوم کۀ پۀ ټوپک؟ باچا خان ورته ووئيل چې زۀ د ټوپک کار نۀ کوم او کۀ د ټوپک کار کوې نو زما يو تربور دے، محمد خان نوم ئې دے هغۀ ته د ټوپک نوم واخله چې تۀ څومره سړے يې”.

    المختصر چې باچاخان بابا د يو استاد پۀ حېث د خپل قوم د پوهه کولو د پاره ډېرې قربانۍ ورکړې دي چې لا تر اوسه بعضې پښتانۀ د پردو پۀ خلۀ لکه د چترالي مولا پۀ شان د باچاخان منلو ته تيار نۀ دي. دغه شان د باچاخان د روښانه فکر پۀ وجه چې کله پۀ ٢٠٠٨ کښې د پښتنو حکومت پۀ پښتونخوا کښې راغلو نو هم دغه فکر ته ئې دوام ورکړو او د پښتنو د پاره ئې د کالجونو او د يونيورسټيو جالونه خوارۀ کړل چې پۀ هغه “عبدالولي خان يونيورسټي” او“ باچا خان يونيورسټي” چې پښتانۀ او د پښتنو نه غېر هم پۀ کښې زرګونه محصلين زدکړه کوي او دغه شان هم دا پښتانۀ به د پښتنو د بېدارولو د پاره نور کوششونه هم کوي. هم نن د باچا خان د روښانه فکر سل کلونه پوره کېږي او د هغۀ د فکر ډيوه لا هغه شان دوامداره ده او د هغۀ پېروکارو د هغۀ د فکر مزي کلک نيولي او د منزل پله روان دي. دا خبره ښکاره ده چې د باچاخان او د باچاخان پېروکارو د پښتون قوم دپاره د ګټې سوچ کړے خو بعضې پښتانۀ لا پۀ دې نۀ دي پوهه چې ولې؟

    باچا خان يو عالمګير شخصيت ؤ چې هغه يوازې د پښتون د پاره نه بلکې د هر انسان د پاره خېر خوا ؤ خو هغۀ به دا وئيل چې پښتانۀ د نورو قامونو نه د تعليم پۀ مېدان کښې وروستو دي نو اول زما دا ذمه واري ده چې پښتانۀ پوهه کړم.

    نو دغه شان باچا خان بابا د ليک لوست پۀ ذريعه هم د پښتنو د بېدارولو کوشش کړے او پۀ خپله ئې هم ليک لوست کړے او زدکړه ئې کړې ده. هغۀ پۀ خپل کتاب “زما ژوند او جدوجهد” کښې پۀ (صفحه ۲۳۲)“ کښې ليکي: “مونږ به پۀ جېل کښې د قران مجيد درس شروع کړو او د سحر مانځۀ نه پس به هم دوه درې ګېنټې د قران شريف تلاوت کښې مشغول وو. څلور کسان وو او مونږه سره څلور قسمه تفسيرونه وو.

    زمونږ دغه حال ؤ چې د قران سره او د مطالعې سره مو مينه زياتېده او چې قران به مو ختم کړو نو بيا به مو د سره کړو. د اسلام د تعليم نه خبردار شو، پۀ قران کښې چې څومره پوهه او لطف دے نو زۀ د هغې بيان نۀ شم کولے. د درس نه علاوه اغا صفدر صېب پۀ مختلفو مضمونونو څۀ نوټونه ليکل چې هغه به هم کتل او بيا به مې پۀ خپل نوټ بک کښې ځان سره نقل کول”. دا هغه ضروري خبرې وې چې د باچاخان د کتاب مو تاسو سره شريکې کړې ولې چې د حضرت باچا خان بابا کتاب بار بار کتلو باندې ارزښت لري او هر چاله پکار دي چې د “زما ژوند او جدوجهد“ کتاب واخلي او بار بار ئې ولولي نو دا به د طالب علم پۀ علم کښې د زدکړې سبب وګرځي.

    دغه شان باچا خان د پښتون د اواز پورته کولو د پاره لوے د ګټې کار د “پښتون” رسالې پۀ شکل کښې کړے چې دا رساله پۀ نولس سوه اته ويشتم کښې راپۀ دېخوا د پښتون قوم لوے اواز دے. باچا خان بابا پۀ کتاب “زما ژوند او جدوجهد کښې” پۀ صفحه(۲۷۹) کښې ليکي.

    “پۀ جېل خانو کښې ما د پښتون قوم پۀ حالاتو پۀ ښۀ شان غور کړے ؤ، زۀ پۀ دې نتيجه ورسېدم چې پۀ دنيا کښې هېڅ قوم بغېر د خپلې ژبې نه ترقي نۀ شي کولے، نو ما اراده وکړه چې ضرور به يوه رساله پۀ پښتو کښې د خپل قوم د پوهولو د پاره جاري کوم او د دې کوشش به هم کوم چې انجمن پۀ خپله ژبه کښې د بچو د پاره د ابتدائي تعليم انتظام وکړي. حقيقت دا دے چې پښتو ژبه کښې هېڅ نۀ وو او نۀ پښتو ژبه د چا ياده وه. پښتانۀ دومره ناپوهه او نادانه وو چې خپله ژبه ورته سپکه ښکارېده او چې د کوم قوم ژبه سپکه شي نو هغه سپک شي. د ډېرو ستونزو نه پس ما پۀ خپله دې کار ته نولس سوه اووه ويشتم کښې ملا وتړله او دا کار مې پۀ خپل لاس کښې واخستو. د اجازت نامې نه پس مې پۀ ۱۹۲۸ کښې د پښتون پۀ نوم يوه رساله پۀ پښتو ژبه کښې د اتمانزو نه جاري کړه. افسوس پۀ دې چې د پښتنو پۀ ژبه کښې نۀ رساله شته او نۀ يو اخبار. دا د پښتو ژبې اولنۍ رساله وه چې د پښتنو پۀ ملک کښې جاري شوه“.

    د باچا خان بابا خپله مطالعه هم ډېره زياته وه چې د قران او د تفسير مطالعه کولو سره به ئې ځان د ملکي حالاتو نه هم خبر ساتو نو هغه به د مولانا ابوالکلام اخبار “الهلال“ چې ډېر عالمانه اخبار ؤ چې هر مضمون د علم ډک او د ازادۍ او حريت علمبردار ؤ. بل “زميندار” اخبار د مولانا ظفر علي خان اخبار، بل “مدينه بجنور اخبار” بل د انګرېزۍ اخبار “سول اېنډ ملټري”او دغه شان د باچا خان دا حال ؤ چې هغۀ به د ديني کتابونو هم ډېره زياته مطالعه کوله.

    د استاد سره سره باچاخان يو ښۀ سياست دان هم ؤ چې د جنګ ازادۍ نه راپۀ دېخوا د خپل قوم لپاره ډېر تکلېفونه ئې تېر کړي او تقريباً اتۀ دېرش کاله ئې د خپل قوم د ازادۍ د پاره پۀ جېل کښې تېر کړي دي. او کۀ زۀ دا خبره زياته کړم چې باچا خان بابا د سياست يو اکېډيمي وه او تر ټولو زيات ئې پۀ سياسياتو علم او پوهه سره د حکمت لرله، باچا خان سياست د خدمت پۀ توګه کړے او خدمت ئې خپل مرام ګڼلے خو ځنې داسې پښتانۀ هم وو چې د باچا خان خلاف ئې پښتانۀ پۀ غلطه طريقه پوهه کړي او د باچا خان خلاف ئې استعمال کړي او لا تر اوسه د بل پۀ خلۀ د باچا خان پورې د پردو د پاره ملنډې کوي. خو باچا خان کله هم پۀ دغه شان خلقو څۀ پرواه نۀ ده لرلې او خپل سياسي خدمت ئې پۀ مړانه کړے دے. د باچا خان کۀ هر اړخ ته ګورې کۀ خدمت دے او کۀ سياست نو دواړه ئې پۀ فراخه سينه کړي او کله ئې هم ستړے والے نۀ دے محسوس کړے. باچا خان حق ته حق وئيلي او د حق پۀ لار ئې تګ کړے دے. دغه شان د بابا د سياست او د خدمات پۀ اړه د هغۀ پۀ خپل کتاب “زما ژوند او جدو جهد” کښې پۀ صفحه (۱۲۷) کښې ليکي:

    “د يورپ جنګ چې ونښتو نو زما پۀ زړۀ کښې دا خيال پېدا شو چې سړے کابل ته لاړ شي او د افغانستان د حکومت پۀ امداد د پېرنګيانو خلاف جدوجهد شروع کړي. دا د اميرالله خان زمانه وه او د افغانستان باره کښې زما دا عقيده وه چې دا يو ازاد او زورور حکومت دے نو کۀ چرې وغواړي نو د پېرنګيانو خلاف زمونږ مرسته کولے شي. زۀ افغانستان ته لاړ نۀ شوم او دا کار پاتې شو. جنګ څلور کاله پس ختم شو. پۀ دې دوران کښې به کله نا کله د پېرنګيانو او ازاد قبائيلو تر مېنځ جنګونه کېدل، خو ټول قبائيل پۀ يو صلاح او منظمه طريقه نۀ وو نو ځکه پېرنګيانو ته نقصان نۀ رسېدو. چې پېرنګيانو به پۀ مومندو حمله وکړه نو وزير مسيد به ورسره مرسته نۀ کوله او مومندو به هغو سره نۀ کوله. پۀ کار خو دا وه چې ټول قبائيل پۀ يو تحريک کښې منظم شوے وے او تربيت ئې ورکړے وے”.

    باچا خان بابا پۀ خپل کتاب “زما ژوند او جدوجهد“ کښې د خپل سياست د هلو ځلو پۀ باره کښې پۀ (صفحه ۵۵۶) کښې داسې ليکي:

    (د ائېن ساز اسمبلۍ ممبران)

    “اوس د دستور سازې ( قانون سازې) اسمبلۍ د پاره د انتخاب مسئله رامخکښې شوه. د هغې پۀ باره کښې دا فېصله وشوه چې د هرې صوبې څومره ممبران پۀ حصه کښې رسي نو هغه به د صوبائي اسمبليو د ممبرانو پۀ ووټ جوړېږي. زمونږ درې ممبران ورسېدل؛ يو زۀ شوم يو مولانا ابوالکلام ازاد مقرر کړو، مسلم ليګ د هندوستان د مسلمانانو دومره ذهنونه بدل کړي وو چې د دۀ پۀ شان باعمله عالم مسلمان او د قربانۍ مړنے سياستدان پۀ ټول هندوستان کښې چا ورله ځاے ورنۀ کړو،

    غرض مې دا ؤ چې کۀ مسلم ليګ زما خبره منلے وے نو نۀ به پنجاب تقسيم شوے وے او نۀ به بلوچستان خو څوک چې پۀ مسلم ليګ کښې نۀ وو نو هغوي به ئې د سره مسلمان نۀ ګڼلو”.

    ( منظم سياسي جدوجهد ــــــــــــ لاهور کښې د کانګرس جلسه)

    پۀ کتاب “زما ژوند او جدو جهد” کښې پۀ (صفحه۲۹۵) کښې ليکي “پۀ دسمبر ۱۹۲۹ز کښې پۀ لاهور کښې د کانګرس سالانه اجلاس ؤ او چونکې لاهور صوبه سرحد ته نزدې ؤ نو زۀ او د ازاد سکول هېډ ماسټر جلسې له لاړو چې جلسې پۀ مونږ ښۀ اثر وکړو او چې جينکو او هلکانو د ازادۍ د پاره ملا تړلې وه نو جلسه ختمه شوه او واپس راغلو نو پۀ اتمانزو کښې مو لويه جلسه وکړه. ما پۀ جلسه کښې ووې چې تاسو خو اودۀ يئ او د هندوانو ښځې هم راپاڅېدلې دي او جدوجهد کوي. راپاڅئ ويښ شئ او خپل قوم د غلامۍ نه خلاص کړئ.

    باچا خان بابا کله هم دا نۀ دي کړي چې ځان د پاره ګټه او بل د پاره ئې د تاوان سوچ کړے دے نو مونږ هر يو له دا پکار دي چې کۀ مونږ سياست زده کوو يا خدمت نو د باچا خان کتاب زما ژوند او جدوجهد دې لازم ولولي.

    باچا خان بابا د قبائيلو سره هم تعلق لرلو چې د هغۀ د کتاب نه دا ښکاره معلومېږي چې هغۀ پۀ خپله هم د قبائيلو دورې کړې دي او خاص کر مومندو سره د پولې د جخت والي پۀ وجه ورسره ډېره تعلق پاتې شوے. دلته د باچا خان بابا کتاب زما ژوند او جدوجهد کښې داسې ليکي.(صفحه ۱۱۹.) “د بونېر نه مومندو ته د حاجي صاحب پۀ تللو او دېره کېدلو مونږ ته يوه فائده وشوه چې مونږ ته رانزدې شو او د حاله ئې زر زر خبرېدلو ځکه چې مومند اکثر دوه کوره لري. يو کور ئې پاس پۀ غرۀ کښې او بل ئې دلته مونږ سره هشتنغر کښې وي. روزانه خلق ځي راځي. او د هغه ځاے د ماتو ګوډو نه مونږ خبروي او زمونږ د ماتو ګوډونه هغوي خبروي. بونېر خو لرې ؤ د خلقو تګ راتګ ورته کم ؤ.“

    باچا خان بابا ټول عمر د سياست او خدمت کښې پۀ دې خاطر تېر کړے چې پښتانۀ پوهه شي. باچاخان بابا به وئيل چې پښتانۀ انګرېزانو او پنجابيانو غلط ګائيډ کړي او دوي ته ئې خپل مشر د روپو او د لقبونو پۀ لالچ سپک کړے. هغۀ د پښتون د پوهه کولو لپاره د خپل اخري ژونده پورې کوشش کړے چې پښتانۀ يو شي او يو موټے شي.

    باچاخان بابا پۀ خپلو لاسو باندې د کار کولو کښې هېڅ قسمه شرم نۀ دے محسوس کړے او نورو ته ئې هم د دغه خبرې تلقين ورکړے او دا به ئې وئيل چې جناب رسول الله صلي الله واله وسلم هم پۀ خپلو لاسو کار کړے او شرم ئې نۀ دے محسوس کړے.

    باچاخان بابا د خپل دور يو لوے مبارز، لوے سياست دان او عظيم رهنما ؤ او دې سره سره هغه يو بهترين استاد هم ؤ. باچا خان د هر چا لپاره يو ښۀ رهنما، ښۀ ليډر کېدے شي چې څوک هم باجاخان بابا د نزدې نه وګوري او هغه مطالعه کړي. کۀ زۀ هر څومره خبرې وکړم نو د باچاخان بابا حق به پوره نۀ کړے شم او نۀ به پوره شي. زما ټول انسانيت ته او خاص کر پښتون ته درخواست دے چې د خپل حقيقي رهبر پۀ لاره روان شي.

    (د پښتون د غوره سباون پۀ نامه)

  • د باچاخان ګومل بازار، ټانک ته دورې او وېنا ګانې – رحمت شاه قرېشي

    د باچاخان ګومل بازار، ټانک ته دورې او وېنا ګانې – رحمت شاه قرېشي

    باچاخان بابا د پښتون وطن يو داسې دروند او غېرتي اتل ؤ چې پۀ ځان کښې ئې د ملنګۍ ژوند خوښ کړے ؤ. او خپل ټول عمر ئې پۀ هغې ملنګۍ کښې د پېرنګي غوندې غرور پرستو خلقو داسې مقابله وکړه چې نن ئې تاريخ د سرو زرو پۀ اوبو ليکلے دے او شکر دے ليکل کېږي. باچاخان بابا ته الله داسې مخلص ملګري ور نصيب کړي وو چې پۀ هغوي کښې زيات شمېر د غريبو خلقو وو خو هغوي د خپل وطن او خاورې د پاره خپل ځانونه داسې واقف کړي وو چې تر دې وخته ورته ټوله نړۍ حېرانه او ګوته پۀ خلۀ ده. باچاخان بابا صرف د پښتنو او د هندوستان، افغانستان خاورې او اولس مشر نۀ ؤ بلکې د ټولې نړۍ غمخوار مشر او اتل ؤ . باچاخان بابا د ازادۍ تحريک د پاره د وچې وړي د بلها سيمو دورې وکړې او د هر ملک او وطن کوڅه پۀ کوڅه او حجره پۀ حجره وګرځېدو او هر چا ته ئې دا خبره وکړه چې راشئ او خپلو کښې لکه د وروڼو وخت تېروئ او د امن ژوند خپل کړئ او د غلامۍ ژوند ډېر بد دے. نۀ پۀ خپله د چا غلامي کوئ او نۀ بل څوک بنده غلام کوئ او پۀ خپلو کښې د الله د پاره ښۀ سلوک کوئ او دا د کاميابۍ راز دے.

    باچاخان بابا او د هغۀ ملګري چې پۀ هندوستان کښې د پېرنګي بادشاه خلاف د ازادۍ تحريک شروع کړو نو د ټول هندوستان او افغانستان ا و د نن پاکستان پۀ هر ښار، کلي، بانډه، کور پۀ کور او کوڅه پۀ کوڅه ئې داسې دورې شروع کړې او تر خپل مرګ پورې ئې دا سلسله جاري وساتله. د نورو ښارونو او کلو پۀ شان ئې د ښار ګومل بازار چې ضلع ټانک کښې شامل مشهور او تاريخي ښار ؤ او يوه اباده او خوشحاله علاقه او ډېر ښۀ درانۀ پښتانۀ پۀ کښې اوسېږي. باچاخان بابا او د هغۀ ملګرو تر مرګ پورې خپلو خدائي خدمتګارو او پښتنو ته پۀ تفصيل سره دومره وېنا ګانې کړې وې او هر يو خدائي خدمتګار پاڅېدو او کوڅه کښې جلسې او جلوسونه ئې کړي وو. باچاخان بابا د پاکستان د جوړېدونه مخکښې څو څو ځله ګومل بازار ته راغلے ؤ او هلته ئې خپلو پښتنو ته د ازادۍ تحريک پېغام راوړے ؤ او نورو د پښتون اولس پۀ شان ئې د ښار ګومل بازار خلقو کښې د ازادۍ او د خپلواکۍ جذبه ژوندۍ کړې وه او دوي ئې د ازادۍ پۀ مقصد پوهه کړي وو. باچاخان اول ځل ګومل بازار ته پۀ هغه وخت راغلے ؤ چې کله دوي د پېرنګي خلاف تحريک شروع کړو نو د نورو کلو او ښارونو پۀ شان ګومل بازار ته راغلو او دوي سره د دې ځاے پښتانۀ اوږه پۀ اوږه ودرېدل او پۀ دې پښتون تحريک کښې ورسره شامل شول. دوېم ځل بيا باچاخان بابا سره د درنو پښتنو بيا ګومل بازار ته راغلو چې کله ئې “پښتون” پۀ نوم مجله شروع کړه او هر پښتون ته ئې د خپلې مجلې فائدې پۀ ګوته کړې چې د دې پۀ وجه به زمونږ ژبه او صحافت ژوندے پاتې شي او مونږ به د حکومت خلاف او پۀ خپلو کښې سياسي او ادبي او نورو ټولو خبرو نه پۀ وخت خبر يو. درېم ځل بيا باچاخان بابا ګومل بازار ته راغلو چې کله ئې د خدائي خدمتګار تنظيم پۀ نوم پښتنو ته دا تنظيم جوړ کړو او هر پښتون ته ئې دا وېنا وکړه چې د دې تنظيم مطلب او مقصد د خداے تعالٰي مخلوق خدمت کول دي او مونږ او تاسو به صبر نه کار اخلو نو هغه ټول پښتانۀ مشران او کشران چې د اولې ورځې نه باچاخان سره پۀ قامي تحريک کښې شامل وو هغه ټول د خدائي خدمتګارو پۀ نوم شول او کار ئې شروع کړو.

    دې خدائي خدمتګارو کښې پۀ ګومل بازار او علاقه کښې ګومل بازار کښې داسې درانۀ درانۀ پښتانۀ او خدائي خدمتګاران وو او لا شکر دے شته، الله دې ورته صحت ورکړي. د دې خدائي خدمتګارو نومونه ئې دا دي د علاقې ګومل بازار د غزي کلي نه دوست محمد ناصر، ګل محمد ناصر او پۀ سوونو ملګرو او خدائي خدمتګاران دغه رنګ کوټ اعظم ګومل بازار کښې جرنېل نظر دين، سلطان خان، راز محمد اکا، شېرګل سالار، حاجي غلام ګل، بابو صېب او داسې نور ډېر ملګري وو چې د هغوي نومونه پۀ دې وخت مونږ ته وصول نۀ شول. دغه شان ښار ګومل بازار کښې ډېر خدائي خدمتګار وو او شکر دے شته. الله دې روغ او جوړ لري. پۀ دې خدائي خدمتګارو کښې ملک مهرخان بېټني صېب، شېخ بهران شېخ، سرفراز راجپوت، عمردراز راجپوت، عجب خان شېراني، محمد راشد خان بلوچ، حسېن شاه، سيدملک اجان ګل، ملک دنيائي محسود، جان ګل ملک او پستے ګل ملک دنيائي محسود، نظري خدمتګار، غلام اکبر عرف ډول ابا. پۀ ژوندو کښې د خدائي خدمتګارو کښې حاجي پير محمد محسود لنګر خېل سېکټر ګومل بازار، براه خان اګا اندخېل ګومل بازار او داسې نور ډېرو چې اوس هغه خلق د ځوانۍ پۀ اخري عمرونو کښې دي. هغوي مشرانو او د خدائي خدمتګارو ځامنو او وروڼو او تر دې وخت د باچاخان بابا کاروان مئينو پښتنو بيانونه چې دوي باچاخان بابا نه پۀ خپله او د نورو مشرانو نه اورېدلي دي هغه تاريخونه او وېنا ګانې ليکم اميد دے چې پښتون مجلې ئې د جنورۍ پۀ ګڼه کښې شامل کړي. تاريخونه، وېناګانې او پۀ حجرو کښې جلسې جلوسونه.

    1. خدائي خدمتګار براه خان اګا وائي چې باچاخان بابا پۀ ١٩٤٧ز کښې راغلے ؤ او مونږ ئې استقبال ته د ملک مهر خان پۀ قيادت کښې تللي وو چې د ښار دروازه پوليس بند کړه او باچاخان بابا ئې پۀ لاره کښې ګرفتار کړو. بيا دوېم ځل چې څنګه پاکستان جوړشو نو باچاخان ګومل بازار ته راغلو او ډېره کمه وېنا ئې وکړه او بيا ګرفتار شو. براه خان اګا وائي چې بيا څو څو ځله راغلو او دوي پۀ راتلوسره ئې څوځله ملګري او خدائي خدمتګار ګرفتار شول. دا تاريخ د ١٩٦٧ز ؤ. بيا باچاخان ببا پۀ ١٩٨٤ز کښې راغلو خو دلته لار ښۀ وه او د ملک مهرخان بېټني پۀ حجره يعنې د کنزو پۀ چوک ئې جلسه وکړه. او بيا ئې خلقو ته دا خبره وکړه چې اے پښتنو د ګومل بازار غېرتي خلقو تاسو څۀ وايئ چې کالاباغ ډيم دې جوړ شي او کۀ نۀ؟ نو براه خان اګا ووئيل چې مونږ ټولو ورته ووئيل چې نۀ دې جوړېږي. نو باچاخان بابا ووئيل څنګه چې تاسو پۀ خلۀ وايئ چې داسې تاسو پۀ زړۀ کښې دا خبره وي چې کالاباغ ډيم دې نۀ جوړېږي او بيا مونږ باچاخان بابا سره رغزي کلي ته خدائي خدمتګار دوست محمد ناصر ته کور ته لاړو او د ګومل بازار نه تر د غزي کلي څلور کلو ميټره لاره ده هغه ټوله لاره باچاخان بابا پېدل لاړو او راغلو او ډېر خوشحاله ؤ او هلته ئې دوست محمد ناصر او ګل محمد ناصر پۀ حجره او کلي کښې ډېر ښۀ استقبال وشو. او بابا ډېرې ښې خبرې وکړې. او بيا ولي خان بابا هم ګومل بازار ته راغلے ؤ او د ملک محمد خان بېټني پۀ حجره کښې ئې دا خبره وکړه چې ماخو څو څو ځله ملک مهر خان بېټني ته دا خبره کړې ده چې څۀ پېسې دومره جمع کېږي نو پۀ خپلو بچو تعليم د پاره ئې خرچ کوه خو خدائي خدمتګار ملک مهرخان وائي چې زما د بچو الله روزي ګر دے. او زۀ دا پېسې پۀ خپل قام خرچ کوم او باچاخان بابا پۀ لاس ئې پۀ دفتر کښې جمع کوم. براه خان اګا وائي چې باچاخان بابا سره مفتي محمود صېب هم راغلے ؤ.
    2. دوېمه وينا: د خدائي خدمتګارملک مهرخان بېټني صېب زوے حاجي ملک محمد ايوب خان بېټني صېب وائي چې زما پلار او باچاخان بابا د کاروان داسې رشته وو چې زۀ نن هم پۀ دې پښتانۀ مينه فخر او وياړ کوم او دوي مونږ سره د غني خان بابا او ولي خان بابا غوندې مينه کوله. ملک محمد ايوب خان بېټني صېب وائي چې باچاخان بابا زمونږ حجرې ته څو څو ځله راغلے ؤ او ډېرې قيمتي خبرې او کاميابې جلسې ئې کړې وې. ملک صېب وائي چې بابا زما د پلار پۀ ژوند او بيا پۀ مرګ هم راغلے ؤ. او چې کله زما پلار خدائي خدمتګار ملک مهرخان بېټني وفات شو نو حاجي غلام احمد بلور صېب او د هغۀ ملګري فوراً پۀ سبا راغلل او مونږ سره ئې فاتحه خواني وکړه او زما پلار يعنې د خدائي خدمتګار ملک مهر خان بېټني پۀ قبر ئې دعا وکړه او غلام احمد بلور صېب سره ارباب سېف الرحمان، عبدالخليق او نور ډېر صوبائي او مرکزي مشران راغلي وو او بيا څو ورځو نه پس ولي خان بابا راغلو او زما د پلار فاتحه خواني ئې وکړه. او د هغۀ سره د پارټۍ ټول مشران او کشران راغلي وو او بيا وروستو باچاخان بابا راغلو چې د ټول ملک پۀ دوره ؤ. بيا د کوټه بلوچستان نه جنوبي وزيرستان ته راغلو او د وانا نه فوراً زمونږ حجرې ته راغلو او زما د پلار د پاره ئې دعا وکړه. او وئيل ئې چې زۀ پۀ ګومل بازار کښې د ډېر لوے خدائي خدمتګارملګري نه محروم شوم او زۀ به د دوي جدائي تر ډېره محسوسوم. الله تعالٰي دې جنت الفردوس نصيب کړي. او ماته ئې ووئيل چې بچيه تاسو به د خپل پلار پۀ کاروان کښې ځان برابر شريک کوئ. نو ما بابا ته ووئيل چې بابا ضرور به مونږ خپل کاروان ژوندے ساتو. نو بيا يو زوړ اخبار ئې تر نظره تېر شو او وې وئيل چې دا اخبار تۀ راکړه مونږ چې هغه اخبار بابا ته ورکړو نو پۀ هغې کښې پير صابر شاه اف اما خېل ټانک چې د قامي اسمبلۍ ممبر ؤ. د هغۀ بيان کښې ليکلي وو چې کالاباغ ډيم دې جوړ شي او بابا ووئيل چې تاسو کنټرېکټر کس پاس کړے دے. چې پۀ دې نۀ پوهېږي چې کالاباغ ډيم مونږ ته فائده کوي او کۀ نقصان. دغه ستاسوعقل دے او دغه ستاسو پوهه او دغه اخبار، بابا بلکل بغېر د عينکو ولوستو او بيا مونږ ټول بابا سره د خدائي خدمتګار دوست محمد ناصر بېټني رغزي ته لاړو او هلته مو پروګرام وکړو. پۀ دوېم ځل ملک محمد ايوب خان بېټني وائي چې بابا راغلو نو دلته بابا به ويل چئير کښې ؤ او د دوي ويل چئير چې چا ګرځولو نو د هغه کس نوم عنايت الله ميا خېل ؤ چې د عطاء الله ميا خېل زوے ؤ او د بابا پۀ ډېرو ښو مينه والو کښې ؤ او بابا ته د وانا وزيرستان ملګرو يوه ښائسته پګړۍ ورپۀ سر کړې وه او هغه ئې زمونږ حجرې کښې مونږ ته راکړه. او بيا ئې ما ته ووئيل چې بچيه راشه او ما خپله برخه ځمکه خرڅه کړې ده او زۀ خپلو زړو خدائي خدمتګارو ته او د هغوي بچو او وروڼو ته برابره حصه رقم ورکوم او بيا ئې ما ته بابا يعنې باچاخان بابا زر روپۍ را کړې چې بچيه دا ستاسو د پلار ما سره زما پۀ ځمکه کښې د ورور غوندې حصه وه او دا خو زۀ خپلو ځامنو ته نه د خپلو ملګرو بچو ته ئې ورکوم. دا به د قوم د خدمت کولو والو ملګرو حق دے او ما ته اوس هم ياد دي چې د سلو سلو نوټونه وو. او مونږ سره بابا د مرګ پورې ډېره مينه کوله. او مونږ هم د باچاخان بابا هغه پښتنه مينه او پښتون ولي او د قام خدمت تراوسه پورې پۀ خپل زړۀ کښې ساتو.
    3. درېمه وېنا: د باچاخان بابا د يو ملاقات خبره زما د سکول استاد شېخ حاجي محمد اشرف صېب داسې وکړه چې مونږ د کالج پۀ دوره ؤ او باچاخان بابا خدائي خدمتګار ملک مهرخان بېټني حجرې ته راغلے ؤ او زمونږ ډېرځوانان ورسره ملاو شول او باچاخان مونږ ته ووئيل چې بچو تاسو تعليم کوئ. تعليم ډېر ښۀ کار دے او ستاسو پۀ وجه به ستاسو قام او بچي کامياب وي. او بيا ئې زۀ خپل ځان سره جوښت کړم او فريد طوفان ته ئې اواز وکړو چې زما ذاتي پېډ راوړه او بيا باچاخان بابا ما ته هغې نه رکنيت کارډ را کړو چې پۀ هغې د باچاخان بابا د لاس دستخط ؤ. او مونږ ته ئې ووئيل چې ستاسو به روس او نورو ملکونو ته د تعليم د پاره لېږم خو زۀ پۀ څۀ وجه پاتې شوم او هغه کارډ مانه چرته ورک شوے دے. چې زما ډېر ارمان ؤ، او بله خبره دا ده چې بيا بابا د اودس د پاره لوټه وچته کړه او د ماسپښين مونځ ئې وکړو. نورو چا هم څۀ خبرې ونۀ کړې خو دومره ئې ووئيل چې ……زما خبره چا نۀ اورېده او ما څو ځله جناح صېب ته هم دا خبره وکړه چې تاسو مهرباني وکړئ چې تاسو او مونږ څۀ د پاره قربانۍ ورکړي دي هغه شان ازادي مو حاصله نۀ کړه او نن ئې کۀ زما خبره منلې وه نو دا حال به نۀ ؤ او بيا مونږ ته بابا نصيحت وکړو چې بچو مونځ اودس کوئ، د خپل خداے عبادت کوئ او ښۀ تعليم حاصل کړئ. چې تاسو او ستاسو بچي خوشحاله شي.
    4. شېخ نور محمد ګومل وال صېب وائي چې ما ته يو مشر چې نوم ئې احمد اګا ؤ، هغۀ راته دا خبره کوله چې باچاخان بابا د ملک مهر خان حجرې نه پس شېخانو چونک باندې ګومل بازار کښې يوه لويه جلسه وه او هغې جلسې ته پۀ دوره لېونے فلسفي غني خان بابا نظم له راغلے ؤ او بابا د چونک يعنې د شېخانو پۀ حجره کښې جلسه کوله او غني خان بابا ناست ؤ او ځمکو ته ئې کتل. شېخ صېب چې زمونږ پۀ ځمکه پۀ هغه وخت ډېر ښۀ ګني شوي وو نو غني خان بابا احمد اګا ته ووئيل چې پۀ دې ځمکې ګني کرلي دي. پۀ داسې ځمکو خلق سبزي يا تمباکو کري ګني خو خلق پۀ لرې ځمکو کري.
    5. پير خوشتاب احمد شاه يو ژوندے خدائي خدمتګار او د باچاخان بابا کاروان داسې سپاهي دے چې هره خبره ئې د باچاخانۍ او قام خدمت ثبوت دے. پير خوشتاب احمدشاه چې د هغۀ ترۀ پير جلال الدين شاه هم د خپل وخت خدائي خدمتګار دے او لا شکر دے ژوندے دے الله دې ورله ډېر عمر ورکړي او الله دې ورله روغ صحت ورنصيب کړي. امين. پير خوشتاب احمدشاه وائي چې مونږ پۀ سکول کښې وو چې باچاخان بابا ګومل بازار ته راغلے ؤ او د کنزو چونک يعنې د ملک مهرخان پۀ حجره کښې ئې دملک مميرخان فاتحه خواني کوله چې مونږ سکول نه راغلو او خلقو پۀ بازار کښې وئيل چې يو داسې سړے راغلے دے چې لاسونه ئې د کتو قابل دي او يو ډېر اوچت قد خداے ور نصيب کړے دے. مونږ ته خو څوک پير بزرګ ښکاري خلق ئې تماشو او کتوته راتلل. پير صېب وائي چې زۀ او زما د ترۀ ځامن هم د بابا کتو ته لاړو مونږ چې څنګه راغلو نو هر چا ورسره لاس ملاولو. پير صېب وائي چې زۀ او زما ترۀ زامن زين الدين شاه، معين الدين هم راسره وو. هغه هم ورسره ملاو شول او بيا زۀ هم بابا سره ملاو شوم نو بابا زۀ پۀ دواړه مخ ښکل کړم او زما سره ئې ډېره مينه وکړه او مونږ ته ئې ووئيل چې بچو سبقونه وايئ او ديني او دنياوي تعليم کوئ او د خپل قام د خاورې او ژبې خدمت کوئ نو ستاسو خاوره او اولس به د بل چا له غلامۍ نه ازاده وي. پير خوشتاب احمد شاه وائي چې بيا بابا ډېر سخت بيمار شو او بيا مو ټانک سول هسپتال ته بوتلو او هلته د هغۀ علاج ډاکټر شجاع عالم محسود وکړو چې پۀ هغې وخت د سول هسپتال ټانک انچارج ؤ. هغه بابا سره ډېره مينه وکړه او د هغۀ دارو درمال ئې وکړل او بيا بابا ډي ائي خان ته لاړو چې هلته ئې شکر دين اخوندزاده پۀ حجرې کښې يوه لويه جلسه وکړه او د خدائي خدمتګار شکردين کاکا او د هغۀ ملګرو ډېر ښۀ استقبال وکړو. پير صېب وائي چې هغه ډاکټر چې د بابا علاج کړے ؤ هغه اوس هم ژوندے دے او پۀ ډي ائي خان باغ کلي کښې ئې کور دے. پير صېب وائي چې هغه ورځ ما ته يو کس ووئيل چې باچاخان خو د کافرو ملګرے ؤ نو ما ته ډېره ژړا راغله چې باچاخان بابا غوندې مخلص کس ته دا خلق کافر وائي چې ټول عمر ئې د دې خلقو د خدمت د پاره تېر کړے ؤ او بابا خو د هندوستان، پاکستان او افغانستان ليډر نۀ ؤ هغه د ټولې نړۍ ليډر او مشر ؤ. بابا حج له تلے ؤ او بيا بابا پۀ هغه وخت د فلسطين مسلمانانو ته چنده ورکړې وه او هغوي خلقو ته دا وېنا هم کړې وه چې تاسو کار روزګار ولې نۀ کوئ او تاسو تيار خوراک ته ناست يئ نو سبا به تاسو نه ټول ملک او خاوره د بهر خلق ونيسي او تاسو به پۀ شتۀ خاوره کښې بې خاورې شئ او د نورو خلقو غلامان به شئ. نن هغه ورځ راغلې او د فلسطين مسلمانان د اسرائيلو غلامان شول. پير صېب وائي چې زما ترۀ ماته وئيلي وو چې مونږ ته به باچاخان بابا وئيل چې ستاسو ډېره ښۀ خاوره او ډېرې ښې ځمکې دي خو تاسو خپل ملک يعنې ځمکو کښې ښۀ فصلونه کرئ نو تاسو به اباد يئ.
    6. د خدائي خدمتګار عجب خان شېراني صېب ورارۀ محمد ايوب شېراني صېب وائي چې باچاخان بابا زمونږ پۀ يادو دوه ځله ګومل بازارته راغلے ؤ. يو ځل هله راغلے ؤ کله چې باچاخان بابا پۀ ټول ملک يعنې د ټول پاکستان پۀ دوره ؤ. بابا هغې سلسله کښې ګومل بازار ته راغلو او څۀ ئې ونۀ خوړل او دا خبره ئې وکړه چې ما خو جرنېل صېب او د هغۀ د ملګرو ډېر ښۀ تربيت کړے ؤ تاسو ولې دومره خرچه کړې ده زۀ څۀ بادشاه يا سرکاري وزير خو نۀ يم. زۀ ستاسو ملنګ بابا او ملګرے يم او زۀ ستاسو سره پۀ لر و بر کښې پۀ خاورو ناست خوښ يم او پۀ خاکسارۍ کښې ډېره فائده ده. تاسو د خپل مړي کور نه د ښادۍ کور مۀ جوړوئ او تاسو پۀ دې وخت خپلو وفات شوو کسانو ته د بخشش دعا غواړئ.

    زۀ دا خبره دلته ليکل غواړم چې د باچاخان پۀ ژوند او مرګ باندې ليکل د دې وخت نه تر ډېره وخته پورې ئې څوک پوره نۀ کړي خو بيا خو مونږ کوشش کوو چې هر څۀ مونږ ته معلوم شي نو د بابا پۀ ژوند به ئې ليکو او د بابا پۀ ژوند او مرګ خو پۀ لاکهونو کتابونه ليکل شوي دي خو بيا خو مونږ د بابا ګانو د تلين پۀ موقع د هغوي يادونه تازه کوو. الله دې د باچاخان بابا هغه ټول خدائي خدمتګاران ملګري او پښتانۀ چې څوک لۀ دې فاني دنيا رخصت شوي دي وبخښي او چې کوم خدائي خدمتګاران او پښتانۀ مشران او کشران پاتې دي الله دې د خوشحالو ژوند نصيب کړي. الله دې مونږ ته توفق راکړي چې د بابا کاروان د اسفنديارولي خان او اېمل ولي خان پۀ قيادت کښې خپل منزل ته بوځو امين.

    نوټ: زۀ د ګومل بازار او د علاقې هغه ژوندو خدائي خدمتګارو او د هغوي ځامنو او وروڼو ډېر مشکور يم چې دوي تر خپل وس پورې ماته معلومات راکړل. زۀ او د مجلې کار کوونکي ئې شکريه ادا کوو کور ئې ودان شه.

  • تهذيب او تمدن – رشيد احمد

    تهذيب او تمدن – رشيد احمد

    تهذيب يا سېويلائزېشن د يوې ټولنې مادي اثاثو او مادي ترقۍ ته وئيلے شي۔ هر هغه قام ډېر تهذيب يافته بللے شي چې د عام وګړي د ژوند تېرولو معيار ئې ښۀ وي، نوي نوي اختراعات وکړي، د سائنس اوټېکنالوجي پۀ مېدان کښې ترقي وکړې او د هغې نه پۀ قامي کچ فائدې پورته کوي. د هغوي ابادۍ، سکولونه، هسپتالونه، حجرې او جماتونه او داسې نور مادي څيزونه چې د ژوند معيار څرګندوي د تهذيب برخه ګڼلے شي او هغه قام ته تهذيب يافته وئيلے شي. بل اړخ ته د يو قام ليکلي او زباني يعنې تحريري او سينه پۀ سينه راتلونکي اثار، شاعري، ډرامه، قيصې، سندرې موسيقي، اخلاق اواقدار، مذهب او دود دستور ته تمدن وئيلے شي. پۀ نورو ټکيو کښې مونږ چې څۀ مادي څيزونه (اثاثې) لرو دا زمونږ تهذيب دے او مونږ چې څۀ وايو او کوو دا تمدن دے. د دې پۀ رڼا کښې چې مونږ تاريخ ګورو نو پښتانه پۀ کوم مقام ولاړ دي، د دې تعين کۀ ګران نۀ دے خو اسان هم نۀ دے.

    د کله نه چې انسان دنيا ته راغلے دے نو د وخت سره سره ئې تمدن ترقي کړې ده هغه کۀ پۀ غارونو کښې اوسېدلو کۀ پۀ کيږدو او تمبوانو کښې اوسېدل خو تمدن ئې ترقي کوله، لکه هغوي څۀ مادي نۀ لرل خو ژبه ئې لرله، بيا ليک دود اختراع او ترقي وشوه. د دې سره سره ئې کورونه او ابادۍ جوړول شوروع کړل، او داسې د ترقۍ پۀ لور روان شول.

    پۀ ټوله نړۍ کښي د تمدن او تهذيب ارتقاء يو شان نۀ ده شوې، ځنې قامونه متمدن وو اوتهذيب يافته هم وو. ځنې قامونه متمدن وو خو تهذيب يافته نۀ وو او اوس هم داسې قامونه شته چې پۀ غارونو او د وخو پۀ جونګړو کښې اوسېږي، ژوند ئې ډېر ساده دے ولې اقدار لري او ادب هم لري لکه د امازون په ځنګلو کښې مېشتۀ قبيلې، د اډېمان پۀ ځنګلونو کښې ابادې قبيلي اوځنې افريقائي قبيلې چې پۀ لرې غرونو کښي د دنيا نه بې خبره ژوند کوي. هر چرته ترقي پۀ مختلفو اړخونو کښې شوې ده؛ لکه موهنجو داړو ته مونږځانګړے تهذيب وايو د هغې خپل خصوصيات دي، کورونه، کوڅې اوسړکونه ئې لرل، ژبه ئې لرله او خپل ليک دود ئې وضع کړے ؤ، دا رنګه ګندهارا تهذيب دے. ګندهارا تهذيب د پښتونخوا پۀ اکثرو سيمو، ټېکسلا او د افغانستان ځنې سيمو کښې خور ؤ چې خپلې مخصوصې ودانۍ ئې لرلې، پۀ يو خاص انداز کښې به ئې خپلې يونيورسټۍ، معبدونه، کورونه لرل. د ژوند معيار ئې مختلف ؤ۔ دغه شان خپل ليک دود ئې وضع کړے ؤ. خپل ادب ئې لرلو چې نن د اثار قديمه پۀ ډول زمونږ سره موجود دي۔ دغه رنګ د قديم مصر خپل تهذيب ؤ او د امريکې خپل تهذيب ؤ چې بېلا بېل قسمه ابادۍ او اثار قديمه ئې پرېښودلې ده۔ او تاريخ پوهان او بشر پوهان پرې تحقيق کوي. د مصر پۀ قديمي تهذيبونو کښې بابلي تهذيب او سومېري تهذيب د ذکر وړ دي. سومېريانو خپل تهذيب او تمدن محفوظ کړے ؤ او اثار ئې نن زمونږ سره پۀ ميوزيمونو کښې موجود دي.

    دا خبرې به صوفي صېب ډيرې پۀ شوق کولې او پۀ اخر کښې به ئې وئيل چې زمونږ پښتنو کومه اثار قديمه پرېښودلې ده؟ زمونږ د تهذيب کومې نخښې نخښانې پاتې دي؟ زمونږ سره به ځواب نۀ ؤ او نۀ د هغۀ سره ؤ. ځکه چې مونږ دعویٰ کوو چې مونږ پۀ زرګونو کاله زوړ تاريخ لرو ولې د تهذيب اثار نۀ لرو. اکثر به داسې قسم بحث مونږ کولو چې پۀ سواليه نخښان به ختم شو. زمونږ جامه پېزار، شاعري او مذهب خو د تمدن برخه ده يا دا چې زمونږ ثقافت دے ولې زمونږ د تهذيب څۀ نخښه پۀ تاريخ کښې نشته.

    هم داسې يوه ورځ صوفي ووئيل چې مونږ پښتانۀ دعوه کوو چې مونږ بني اسرائيل يو او لۀ هغه ځايه راکوچېدلي يو. بيا د مغلو نه لږ اګاهو يا پۀ دولسمه ديارلسمه يا هډو پۀ زرمه ميلادي کښې دې موجوده سيمو ته راغلو او دلته اباد شو. زاړۀ کوم خلک چې وو هغه ئې غلامان، نوکران کړل يا ئې ختم کړل او د دې ځاے قديم اثار ئې هم وران کړل.

    نو بيا داسوال پېدا کېږې چې ايا مونږ د “ګندهارا تهذيب” ته خپل تهذيب څنګه وايو؟ زمونږ ډېر ليکوال پۀ ګندهارا تهذيب ډېر فخر کوي. هغوي وائي چې پانيني د سنسکريت ګرامر ليکونکے او چانکيه کوتليه د دې سيمو (موجوده پښتونخوا) اوسېدونکي وو. ځنې دا وائي چې د بخشالي پۀ مسوده کښې صفر پۀ وړومبي يعنې اول ځل استعمال شو يعنې د صفر هندسه مونږ نړۍ ته ورکړه. نو دې ته مونږ خپل تهذيب وئيلے شو؟

    مونږ پۀ جديد دور کښې دلته راغلي يو. مطلب دا چې دا کوم اثار قديمه مونږ لرو دا زمونږ د نيکونو نۀ ده بلکې نور خلک وو چې زمونږ نيکونو نيست و نابود کړل۔ خپله جامه پېزار ئې راوړل، خپله حجره اوجمات ئې راوړل او اباد شول۔ نو دغه پخواني بدهائي اثار زمونږ د نيکونو نۀ دي البته د دې ځاے د قديمي خلکو دي. نو داسې مونږ دې ته خپل تهذېب نۀ شو وئيلے. زما مطلب دا هرګز نۀ دے چې زمونږ قامونه يا پښتانۀ غېر متمدن او غېرتهذيب يافته قام دے. تمدن ئې معلوم دے خو د تهذيب د پاره پۀ لاس کښې څۀ نۀ لرو.

    پاتې شوه د ژبې خبره چې اړيکې ئې مونږ د سنسکريت او فارسي سره لټوو نو سنسکريت، فارسي او پښتو پۀ دې سيمه او د مېنځنۍ اسيا پۀ غېږ کښې د يوې موره زېږېدلي دي او دې ته خوېندې ژبې وئيلے شي. د پښتو منبع فارسي يا سنسکريت نۀ ده بلکې د دې ژبو د يوبل سره رشتې دي او ورو ورو خورې شوې دي۔ د دې ژبو مور اوېستا يا بله کومه ژبه بللے شي. اوېستا او ژند د دې سيمې ژبې وې، سنسکريت د هندومت مذهبي ژبه وه او اوېستا د زرتښتو مذهبي ژبه وه. دا هم نظريې دي، قانونونه نۀ دي.

    اول نظريه وړاندې شي او چې کله هغه نظريه پۀ هر لحاظ او تحقيق سره درسته (کره) ثابته شي نو قانون شي. نو داسې مکمل تحقيقي کار نۀ اګاهو شوے دے او نۀ اوس چا وکړو. د دې ژبو ترمېنځه رشته پۀ څو اصولو اډاڼه ده چې ژب پوهانو وضع کړې دي او وخت پۀ وخت پۀ کښې بدلون راغلے دے. نو د پښتو ژبې اړيکې اوس پوهان د هند-اروپائي ژبو سره لټوي او د دې ډلې نه ئې ګڼي او د سيميټک يا عبراني او سرياني ژبو سره ئې نزدېوالے نۀ ثابتوي او داسې ئې د پښتو ژبې اړيکې دبني اسرائيلو د ژبو سره ختمې کړي دي.

    د پښتنو يوه خوبي دا ده چې چرته لاړشي نو د هغه سيمې ژبه زده کړې اوبيا ترې نه خپله ژبه هېره وي۔ لکه پۀ هند او سيند کښې ډېر پښتانۀ اباد دي چې ځانته پښتانۀ وائي خو ژبه (پښتو) ئې هېره کړې ده او ورسره ئې اخلاق او اقدار هم بدل شوي دي. نو دا ممکنه ده چې کله پښتانۀ د يروشلم نه پۀ شړونتيا يا د بني اسرائيلو هغه قبيله چې پښتانۀ ئې بچي دي، دې سيمو ته راغله، د دې ځاے ژبه او ثقافت ئې خپل کړل او هغه خپل ئې هېر کړل. زمونږ مشران وائي چې شېخ ملي د يوسفزو ګرځنده وېش د تورات يعنې د موسیٰ عليه سلام د بني اسرائيلو د وېش په ډول او اصولو باندې کړے ؤ يا لکه موسیٰ عليه سلام چې پۀ بني اسرائيلو مځکې تقسيم کړې وې. داهم اورو چې د يوسفزو سره د تورات يوه نسخه موجوده وه او پۀ قديم کښې ئې يو بادشاه ته ښودلې وه. ولې مونږ د دې د پاره څۀ ثبوت نۀ لرو ځکه چې داسې څۀ تهذيبي اثار مونږ نۀ لرو. د تاريخ کتابونه ټول د”وئيلے شي، اورو يا وائي” پۀ روايت راروان دي، اخوند دروېزه هم پۀ خپل کتاب د قيل او قال نه استفاده کړې ده”۔

    زمونږ د تمدن هم داحال دے چې د نړۍ نور قامونه راځي او پۀ مونږ تحقيق کوي. څوک وائي دا اريا دي، څوک ئې ساکا بولي او دوي ځانته بني اسرائيل وائي. د خپلو مشرانو دليلونه او روايات ترې نه هم هېر دي۔ د نوې زمانې تعليم يافته د دغه نظرياتو نه متاثره دي. خپل څۀ ژور تحقيق نۀ کوي چې څۀ نوي دليلونه راوړاندې شي او خلک پرې سوچ فکر وکړي.

    يو ماهر د پښتنو د ځېلو معلومولو لپاره د سوات د قديم قبرستان نه د ډي اېن اے(DNA) نمونې راغونډې کړې وې، وئيل ئې د پښتنو نسل معلوموم. ولې دا فکر ئې نۀ کولو چې سوات ته پښتانۀ پۀ پنځلس سومه (۱۵۰۰) ميلادي خوا وشا کښې راغلي دي۔ نو د قديم قبرستان خاورې خټې خو د پښتنو نۀ شوې کنه. درې زره کاله اګاهو خو دلته نور قامونه اباد وو۔ نو هغه جديد تعليم هم مونږ ته څۀ فايده رانکړه يا ترې نه مونږ وانۀ خيستله. بل د ډي اېن اے ټېسټ لپاره به د نمونې يا سېمپل ټول تاريخ ليکل غواړي کنه او پۀ سائنسي اصولو به ئې ټاکي او د يونظام لاندې به نمونې راغونډوي او د صحيح مېتهډالوجي لاندې به کار کوي نو هله به صحيح نتيجې راوځي۔ خبره بل خوا لاړه۔ مونږ د تهذيب او تمدن خبره کوو او دا څيزونه د تمدن اوتهذيب برخه دي.

    دا اوس زمونږ زمانه ده۔ پۀ اوسني دور کښې چې پۀ توله نړۍ کښې د تعليم لپاره هلې ځلې کېږي نو زمونږه ټولنه د فشار او انتشارسره مخ ده۔ دلته د جينکو سکولو نه ورانولے شي. پۀ سکولونو کښې بم چاودنې کولې شي چې داسې دا قام د علم پۀ رڼا منور نۀ شي بلکې تيارو ته لاړشي۔ د صوفي صېب خبره چې وئيل به ئي پخواني مشران ښۀ وو. د پښتو نه خبر وو او حجره جمات ئې ټينګ نيولي وو. جرګې مرکې به ئې کولې۔ هغه اقدار او روايات ختم کړے شول. د پښتنو روايتي مشران د خاورو لاندې شول. او داسې خلک ئې مشران شول چې د هېڅ نه نۀ دي خبر او داسې کار ورسره وشو چې اوس نۀ پښتو شته نۀ روايات شته بس د پېسې زور دے. يو مشر وئيل چې زما سره خو داغم دے چې هسې نه دا پښتو هم د دې خلکو نه هېره شي.

    پۀ دې نوې دور کښې د پښتنو روايتي مشران چې د صدو نه ئې نوغے معلوم ؤ، خلک ورسره بلد وو کم پاتې شول يا ختم شول او د نوي دور هغه خلک چې د خاورې او قام د تاريخ او کلتور سره څه اړيکې نۀ لري رامېنځ ته شول. چې څۀ ټاکلي اقدار نۀ لري، هغه به د قام مشري څۀ وکړې او د پېښ ناورين نه به ئې څنګه وباسي۔ نو کلتور مو د ناورين ښکار شو، اقدار لۀ مېنځه لاړل.

    زمونږ تهذيب جديد دے ولې ثقافت مو زوړ دے. اوس زمونږ ثقافت هم د نوي تعليم، ټي وي، فلمونو او سوشل ميډيا د اثر او اغېزې لاندې دے۔ پۀ غېر محسوس ډول پۀ کښې تغير راغلے دے. ګنې خپلو کورونو او د ژوند تېرولو طور طريقو ته يو نظر وکړئ۔ دېرش کاله اګاهو وګورئ چې څۀ وو او اوس څۀ دي.

    د يو قام کړۀ وړۀ، رسمونه رواجونه، ناسته پاسته د تمدن برخه وي۔ لکه پښتو ټپه، چاربېته، بدله نيمکۍ او داسې د شاعرۍ ټول اثار لکه غزل، سندره او داسې نور ادبي اصناف چې منظوم دي۔ د دې سره سره روايتي قيصې او داستانونه، موسيقي، د موسيقۍ الات د تمدن يا ثقافت برخه ده او ښۀ ترقي ئې کړې ده دا زمونږ تمدن دے چې د قديم نه راسره دے. پښتنو د نوي دور يا نوې زمانې هغه ټکنالوجي چې راغلې ده لکه ټوپک تماچه يا نوره وسله نو هغه ئې خپله کړې ده. د جنګ او حرب ټول الات چې پۀ لاس ورتلل خپل کړي ئې دي. ولې پۀ دي مېدان کښې نور قامونه ډېر مخکښې تلي دي او مونږ اوس پۀ دغه صف کښې شاملېږو.

    باچاخان ته دې الله اووۀ واړه جنته نصيب کړي، هغه پۀ تاريخ کښې وړومبے پښتون دے چې د ابلاغ او پښتنو د بېدارۍ لپاره ئې د جديدې ټېکنالوجي نه فايده واخيستله اوغوښتل ئې چې پښتانۀ جديد علم حاصل کړي او د نړۍ د قامونو سره مقابله وکړي، د دې لپاره ئې د يوې مجلې “پښتون” اجراء وکړه او سکولونه ئې پرانيستل چي ترنن پورې جاري دي. هغوي ښځې نر، لوے واړۀ دې ته وهڅول چې علم حاصل کړي او د نړۍ پۀ تهذيب يافته قامونو کښي پښتانۀ هم شامل شي.

    د تعليم سره قامونه ترقي کوي، تهذيب يافته کېږي او مخ پۀ وړاندې ځي. ځنې خلک د مغلو تاريخ او اثار خپل تهذيب او اثار ګڼي او د مېنځنۍ اسيا سره اړيکې تړي چې زمونږ تهذيب يو دے او مونږ يو تاريخ لرو. ولې دغه خو د هغه خلکو تهذيب ؤ چې د ځان سره ئې راوړو او دلته ئې پۀ خلکو کښې خور کړو. يعنې مونږ د هغوي د تهذيب او تمدن زېراثر شو۔ زمونږ پۀ تمدن يعنې شاعرۍ او ادب کښې د هغوي ښۀ اثرات راننوتل اومونږ پرې خپل ادب فراخ کړو.

    ځنې ماهران وائي چې قديم يوناني تاريخ دان هېروډوټس چې د پکتويت، پکتيکا يا پکتون کومې نخښې نخښانې يادې کړې دي هغه زمونږ تهذيب دے نوعرض دے چې هغه خو د يو پړي يا رسۍ، يو قسم له چاکو ذکر کړے دے او د دوي د جنګجويانه صفت ذکر ئې کړے دے. نور هغۀ د ابادو(ودانو)، جامه پېزار ذکر نۀ دے کړے او نۀ مونږ څۀ اثار لرو. پښتانۀ اوس هم پۀ پوره ډول له کيږدو او تمبوانو نه نۀ دي راوتلي. پۀ سوات کښې د جديد دور د تهذيب نخښې د بادشاه صېب محل او ودانۍ وې کومې چې مقامي خلکو اکثر ورانې کړې دي۔ د قلاګانو لرګي او ګټې ئې ځانله کورونو جوړولو له وړي دي. يعنې قامي ودانۍ او نخښې نخښانې ئې د خپلو ذاتي کورونو لپاره ورانې کړې دي۔ پۀ يورپ کښې د سوونو(سېکړو) او زرونو کاله پخوانۍ ابادۍ اوس هم هغه شان دي اوهغوي پرې فخر کوي.

    د ليک دود خو به هډو ذکر نۀ کوو. زمونږ ليک دود د پير روښان نه شورو کېږي، هغوي ليکدود وضع کړے ؤ کوم چې د محمود غزنوي يو وزير حسن خان بدل کړے ؤ خو د دې هم څۀ پوخ ثبوت نشته ځکه چې مونږ د هغې نه اګاهو د ليک دود څۀ نخښې نخښانې او ثبوت نۀ لرو۔ نۀ چرته د څرمنې پۀ ټکړه، کاڼو يا تختيو څۀ ليکل لرو او نۀ څۀ بل څۀ. خو د دې نه هېڅ څوک انکار نۀ شي کولے چې پښتانۀ د خپل تمدن خاوندان نۀ وو ځکه چې د دوي شاعري د اعلیٰ پايې او ډېره مترقي شاعره وه د کومې اثار چې مونږ لرو.

    د ټپې، چاربېتې او نورو اصنافو لکه سندرې، نيمکۍ او مصرئيزې خپل ترقي يافته ډول ته رسېدلې وې او د قديم نه راروانې دي موجودې دي۔ زمونږ اقدار چې پۀ پښتو بللے شي هم د زرګونو کالو د ارتقائي عمل نه تېر شوي دي او ترننني ډول رارسېدلي دي. دغه ټپې زمونږ د زوړ تهذيب خد وخال او نخښې نخښانې بيانوي. ولې د تهذېب مادي اړخ زمونږ ډېر کمزورے دے او د دې لويه وجه قبائيلي دښمنۍ تربګنۍ کېدے شي چې دوي ئې مخ پۀ وړاندې تللو ته نۀ دي پرۀښودي.(نور بيا)

  • د فضل الرحيم ساقي پۀ نېشنل عوامي پارټۍ کښې کردار – ډاکټر ظفرالله بخشالے

    د فضل الرحيم ساقي پۀ نېشنل عوامي پارټۍ کښې کردار – ډاکټر ظفرالله بخشالے

    کله چې د پاکستان جوړېدو خبره پۀ ١٩٤٧ء کښې راښکاره شوه نو خدائي خدمتګارانو پۀ ٢١ جون ١٩٤٧ء کښې يوه جرګه راوغوښته چې دې جرګې پۀ اتفاق رايه سره دا فېصله وکړه چې مونږ نۀ د پاکستان سره ځو او نۀ د هندوستان سره ځو، مونږ له دې د ازاد پښتونستان پېټۍ ښودلو اجازت راکړي، خو بيا داسې ونۀ شوه او خدائي خدمتګارانو د رېفرنډم نه بائېکاټ وکړلو. د پښتنو د رضا نه بغېر پښتانۀ پۀ ١٤ اګست ١٩٤٧ء کښې پۀ پاکستان کښې شامل کړے شول، خو کله چې باچا خان د پاکستان جوړېدو نه وروسته پۀ کراچۍ کښې پۀ مرکزي اسمبلۍ کښې تقرير وکړو نو پۀ خپل تقرير کښې ئې ووئيل: چې مونږ څۀ غوښتل هغه ونۀ شوه او محمد علي جناح چې تا څۀ غوښتل هغه وشو، اوس راځه چې پۀ ګډه دغه ملک ته کار وکړو او باچا خان پۀ دغه موقع قائد اعظم محمد علي جناح ته د پېښور د سردرياب دعوت ورکړو خو چې کله قائد اعظم پېښور ته راغے، باچا خان ملاقات ورسره وکړو خو قائد اعظم د سردرياب د تګ نه انکار وکړو او باچا خان ته ئې شرط کېښودو چې تاسو به پۀ مسلم ليګ کښې شاملېږئ، چې باچا خان او خدائي خدمتګارانو دا خبره رد کړه، بيا هغه وه چې د خدائي خدمتګارانو منتخب حکومت ئې ختم کړو او بيا د قيوم خان پۀ دوره کښې د بابړې واقعه پۀ ١٢ اګست ١٩٤٨ء کښې وشوه، پۀ نوي ملک کښې يو ځل بيا باچا خان او ملګري د يو نوي جنګ سره مخ شول، خلق بنديان شول، سردرياب مرکز حکومت لۀ مېنځه يوړلو، نو بيا څو کاله وروسته د ملک ټول محکوم قومونه پۀ دې خبره راغونډ شول چې يو نوے سياسي ګوند راجوړ کړي. پۀ دې حقله ولي خان ليکي:

    “کله نه چې د يو يونټ پۀ خلاف د محاذ پۀ سلسله کښې د مختلفو صوبو نه مشران راغونډ شول نو د دې ملګرتيا پخولو لپاره هغوي دا ضروري وګڼله چې اوس يوه داسې ډله جوړه کړي چې هغه د سياسي قوت پۀ ذريعه پۀ ملک کښې قام ته جمهوري او ائيني لاره وټاکي او د مسلم ليګ او د هغې نه د زېږېدلو تنظيمونو پۀ مقابله کښې د يوې مترقي او قام پرسته ډلې بنياد کېږدي چې پۀ ملک کښې د غريب او زپلي مظلوم ولس د حقوقو تحفظ وشي او ملک د سامراجي قوتونو د ځولۍ نه رابهر کړي او د يو خودداره او قوي قام پۀ شان يې پۀ خپلو پښو ودروي. چنانچې د مغربي پاکستان د څلور واړو صوبو نه هم خيال او هم مسلک پۀ دې غرض راغونډ شو، د “خدائي خدمتګارو” د طرف نه باچا خان او خان لالا امير محمد خان، د سندهـ نه د جي اېم سيد صاحب “سندهـ محاذ” او د حېدر بخش جتوئي صاحب هاري کمېټي، د بلوچستان د عبدالصمد خان ورور “پښتون” او شهزاده عبدالکريم خان دوي، استمان ګل، د پنجاب نه د ميا افتخار الدين او محمود علي قصوري صاحب دوي ازاد پاکستان پارټي راغونډ شو او نېشنل پارټي پۀ نامه ئې د يو تنظيم بنياد کېښود او خپل مختلف تنظيمونه ئې پۀ دغه ډله کښې شامل کړل. دا د ١٩٥٦ء واقعه ده، بيا کال پس دوي د مشرقي پاکستان د عوامي ليګ ډلې د مشر مولانا بهاشاني سره رابطه قائمه کړله، چنانچې پۀ ډاکه کښې پۀ کال ١٩٥٧ء کښې د مشرقي او مغربي پاکستان د دې دواړو ډلو د اتحاد پۀ نتيجه کښې د “نېشنل عوامي پارټي” پۀ نامه يو تنظيم قائم کړے شو چې هغه به پۀ ملکي سطحه عوامي او پۀ بېن الاقوامي سطحه نېشنل (قام پرسته) وي”.[1]

    نو کله چې نېشنل عوامي پارټۍ جوړه شوه نو ارواښاد فضل الرحيم ساقي پۀ همدې پارټۍ کښې خپلې سياسي هلې ځلې روانې کړې او خپله سياسي تنده ئې پۀ همدې پارټۍ کښې ماتوله. کله چې پۀ ١٨ مۍ ١٩٥٧ء کښې د نېشنل کانفرنس مشاعره وه نو ساقي صېب لاندينے نظم پۀ کښې اورولے ؤ:

    “انيس سو انيس (١٩١٩) کښې مې دۀ سره هجرت کړے دے

    بيا ورسره مې اتفاق پۀ خلافت کړے دے

    انيس سو تيس کښې مې پۀ مرګ باندې بيعت کړے دے

    پۀ څو څو قسمه مې د خپل وطن خدمت کړے دے

    بس اقتدا مې هم پۀ دغه مسلمان پسې ده

    ملا مې تړلې د همت پۀ باچا خان پسې ده

    د پېرنګي د جېلخانو نه وېرېدلے نۀ يم

    د مشين ګنو د ګولو نه بوږنېدلے نۀ يم

    د حق د لارې نه تراوسه اوړېدلے نۀ يم

    طمعه مې کړې نۀ ده چاته ودرېدلے نۀ يم

    جندره وهلې مې د ځان پۀ سود او زيان پسې ده

    ملا مې تړلې د همت پۀ باچا خان پسې ده

    د پېرنګيانو نه هم دې بوډا مېدان وګټۀ

    خپل ځان ئې خاورې که او قام له ئې نشان وګټه

    هندو له ګرنټ او مسلمان له ئې قرآن وګټه

    غريبه تاله ئې د ووټ ساز و سامان وګټه

    اوس تلوسه ئې د پښتون پښتونستان پسې ده

    ملا مې تړلې د همت پۀ باچا خان پسې ده

    د هر يو قام دپاره خپل زېب او زينت غواړي

    د هر چا خپله اسمبلي او خپل عزت غواړي

    پۀ يو مرکز باندې د ټولو شراکت غواړي

    پۀ پاکستان کښې حقيقي جمهوريت غواړي

    خدائيګو ژبۍ مې د پښتون پښتونستان پسې ده

    ملا مې تړلې د همت پۀ باچا خان پسې ده

    نېشنل پارټۍ ته د وګړي نن سبا سترګې دي

    د وږو تږو د بربنډو نيمه خوا سترګې دي

    د اوښکو ډکې جېلخانو کښې بېګناه سترګې دي

    نوي ژوندون او قيادت ته د هر چا سترګې دي

    د ښځو لويه پرګنه پۀ باچا خان پسې ده

    ملا مې تړلې د همت پۀ باچا خان پسې ده

    د ساقي خوښ يواځې نۀ دے د هر چا خوښ دے

    د ښځو نرو وړو لويو د دنيا خوښ دے

    د بې غرضه زبرګ سيد ميا او مُلا خوښ دے

    بې له هغوي چې امريکه کښې ئې بڼيا خوښ دے

    فخرِ افغان لاره نيولې پۀ قرآن پسې ده

    ملا مې تړلې د همت پۀ باچا خان پسې ده”[2]

    د دې نه علاوه ساقي د ون يونټ پۀ خلاف هم پۀ ډېرو جلسو کښې نظمونه وئيلي دي چې دلته ئې يو نظم وړاندې کوم چې د ساقي پۀ نېشنل عوامي پارټۍ کښې د سياست فعاليت ورنه راڅرګندېږي.

    “د يو يونټ د جوړېدو نه پس”

    پۀ رڼا ورځ د پښتون کور تالا شو

    هېڅ نۀ پوهېږم پۀ کوم تور تالا شو

    وړاندې شه بيا فخرِ افغانه بابا

    پۀ پښتنو لکه اسمانه بابا

    زمونږه چغو هېڅ اثر ونۀ کړو

    رحم يزيد شمر عمر ونۀ کړو

    زمونږ مړوند نه ئې خنجر جوړ که

    پۀ پښتونخوا کښې مې محشر جوړ که

    د احمد شاه خونه ميراته شوله

    د شېر شاه توره بېخ کښې ماته شوله

    دنيا کښې سترګې غړولے نۀ شو

    اسمان ته لار نشته ختلے نۀ شو

    چې د يونټ سپېرۀ اعلان شوے دے

    د توپې ډز پۀ هر انسان شوے دے

    هر يو پښتون خجل خجل ښکاري

    زمونږ جهان بدل بدل ښکاري

    مونږ ته دې تور ځنګل کښې لار وښايه

    چې پرې خلاصېږو هغه کار وښايه

    د مرګ پۀ غېږه کښې ژوندون غواړو

    پګړۍ له تا نه د پښتون غواړو

    پۀ رڼا ورځ د پښتون کور تالا شو

    هيڅ نۀ پوهېږو پۀ کوم تور تالا شو

    وړاندې شه بيا فخرِ افغانه بابا

    پۀ پښتنو لکه اسمانه بابا”[3]

    د فضل الرحيم ساقي د شاعرۍ نه دا راڅرګندېږي چې نوموړي پۀ نېشنل عوامي پارټۍ کښې هم فعاله کردار ادا کړے دے. نېشنل عوامي پارټۍ ته ئې يوه ترانه ليکلې چې هغه دلته راوړم:

    “د نېشنل پارټۍ د نشان ترانه”

    سلام دے سلام پۀ نشان د زلمو دے

    پۀ غېږه کښې ټول پاکستان د زلمو دے

    د نېشنل پارټۍ سور نشان سر بالا شو

    د هر چا پۀ سر سورے نن د هما شو

    تيارې پۀ وتو دي رڼا شوه سبا شو

    پۀ وړاندې قدم هر زمان د زلمو دے

    نشان وچت به ستا شان پۀ جهان کړو

    ځانونه به ستا د عزت نه قربان کړو

    دښمن به دې خاورې ايرې پۀ مېدان کړو

    له تا سره عهد و پېمان د زلمو دے

    تمام پاکستان به ازاد او اباد وي

    هر څوک به د ملک پۀ ښادو باندې ښاد وي

    د قام او وطن بدخواهان به برباد وي

    روان مخکښې فخرِ افغان د زلمو دے

    ساقي خپل نشان وچت ښخ پۀ خېبر کړه

    ځوانان ترې چاپېره د قام لر و بر کړه

    د نوي ژوندون زېرے هر چاله ورکړه

    نظام زوړېدل شو دوران د زلمو دے

    سلام دے سلام پۀ نشان د زلمو دے”[4]

    د نوموړي د نظمونو او ترانو نه دا څرګنده شوه چې نۀ ئې يواځې پۀ انجمن اصلاح افاغنه، خدائي خدمتګار تحريک، زلمي پښتون کښې فعال کردار ادا کړے دے بلکې پۀ نېشنل عوامي پارټۍ کښې ئې ښۀ ژوندے کردار ادا کړے دے چې ډېر زيات د قدر وړ کارونه ئې خپلې ژبې او خپل قوم لپاره کړي دي. د دې باب پۀ اخر کښې اوس مونږ وئيلے شو چې فضل الرحيم ساقي پۀ پښتون قامي تحريک کښې د لاندينو خوبيو څښتن ؤ:

    ١-: نوموړے د لومړي سر نه او بيا د ژوند تر وروستۍ سلګۍ پورې د پښتون قامي تحريک سره اوږه پۀ اوږه پاتې شوے دے.

    ٢-: نوموړے د يو فعال سياسي کارکن سره يو فعال ليکوال او شاعر پاتې شوے چې خپله ليکوالي او شاعري ئې د خپل تحريک د پاره وقف کړې وه.

    ٣-: نوموړي پۀ پښتو قامي تحريک کښې د عدم تشدد د مېدان مبارز پاتې شوے خو دا اعزاز هم ورته حاصل دے چې غني خان سره پۀ زلمي پښتون کښې ئې هم نمائنده کردار ادا کړے دے.

    ٤-: نوموړي د نورو ليکنو پۀ څنګ کښې پښتون رسالې ته پۀ باقاعدګۍ سره نثر او شعرونه ليکلي دي.

    ٥-: نوموړے نۀ يواځې د خپل کور او کلي سياسي کارکن پاتې شوے، بلکې د خپلې صوبې د ټولو سيمو پۀ دورو تلے او د خلقو د بېدارولو لپاره يې ډېر کارونه کړي دي.

    ٦-: نوموړي نۀ يواځې قامي سياست ته ملا تړلې بلکې د سياست پۀ دوران کښې ډېر ځله جېلونو ته هم تلے دے.

    ٧-: نوموړي د هغو سياسي مبارزينو پۀ قطار کښې راځي چې د خپل سياست او ادب سره څنګ پۀ څنګ ئې د خپلې دورې سياسي تاريخ هم پۀ څو کتابونو کښې ليکلے دے چې دغه عمل د يو ځيرک، باشعور کارکن نخښې ګڼل کېږي.

    ٨-: نوموړے تر اخره پورې لکه د باچا خان پۀ عدم تشدد کلک ولاړ ؤ او عدم تشدد ته ئې د صبر جنګ وئيلو، لکه پۀ دې شعر کښې چې وايي:

    ځواب د هرې وسلې شته د پېرنګيانو سره

    ساقي! د صبر پۀ جنګ نن ترې نه مېدان ونيسه

    1. خان، عبدالولي، باچا خان او خدائي خدمتګاري، دوېم ټوک، ١٩٩٤ء، پېښور، ٣١٢ مخ. 

    2. ساقي، فضل الرحيم، ډک جام، ٩، ١٠ مخونه. 

    3. همدغه اثر، ١٤ مخ. 

    4. همدغه اثر، ١٨ مخ. 

  • چاقو (خاکه) – ګل محمد بېتاب

    چاقو (خاکه) – ګل محمد بېتاب

    لکه څنګه چې مجلسيان د غزل يا د چاربېتې نه وړاندې رباعي يا ټپي وائي نو زۀ هم د خاکې نه وړاندې يوه واقعه پۀ لنډو ټکو بيانول غواړم. دا واقعه ځکه بيانول ضروري دي چې د دې پۀ وجه دې خاکې ليکلو ته اماده شوے يم.

    دا واقعه ما چرته لوستلې وه چې ابونصر یو غريب سړے ؤ چې يوه ښځه او ماشوم زوے ئې ؤ. يوه ورځ دے او کورنۍ ئې لوږې بدحاله کړل نو دے بهر ته ووتو چې د خپلې علاقې لوے عالم او بزرګ ئې وليدلو. هغۀ ته ئې خپل حال ووې. برزګ ورته ووې دې سيند کښې جال وغورځوه خداے به خېر کړي. د ټکه پۀ کښې دوه قیمتي مهيان ونخښتل. هغې دومره روپۍ وکړې چې د خوراک ښۀ مناسب سامان پرې وشو. دے پۀ خوشحالۍ کورته روان ؤ چې پۀ لاره ئې يوه ښځه او ماشوم وليدل. د ښځې سترګې د اوښکو نه ډکې وې او ماشوم ئې د لوږې نه ناقلاره ؤ. هغۀ فرياد کولو چې زۀ اوږے يم او مور ورته د اوښکو پۀ ډکو سترګو وئيل بچے غلې شه څوک د خداے ښۀ بنده به راله د خوراک غم وکړي. دۀ چې دا مور او زوي په دغه حال کښې وليدل نو زړۀ کښې ئې ووې زما ښځه، ماشوم زوي او دې ښځه او ماشوم کښې څۀ فرق دے. د خوراک ټول سامان ئې دوي له ورکړو. دې سره د ماشوم پۀ شونډو مسکا خوره شوه او د ښځې د غم اوښکې د خوشحالۍ پۀ اوښکو بدلې شوې. ابو نصر روان شو. کله چې خپلې کوڅې ته ورسېدو نو يوسړي د خلقونه د دۀ تپوسونه کول چې چا ورته پۀ ګوته کړو. هغه سړي ووې ما سره ستا د پلار دېرش زره درهمه امانت دے. ما څو کلونه تا پسې سوال جوابونه کړي وو خو ته رانغلې. د مرګ او ژوند پته نۀ لګي نو دا دے تاله مې دا رقم را وړے دے هن دا واخله.

    ابونصر وائي ما وګڼل چې دا ماله خداے تعالي د دغه صدقې بدل را کړو نو پس له دې مې پۀ زرګونو لاکهونو د صدقې پۀ توګه ورکړې او پۀ دې ډېر باوري وم خو دے وائي چې يوه شپه مې خوب وليدلو چې د قيامت ورځ ده. هر چا سره حساب کتاب کېږي. زما نېکۍ او بدۍ چې تلې ته واچولې شوې نو د نېکو نه مې د ګناهونو تله درنه وه. خو دې کښې فرشتو د هغه غريبې ښځې دوه اوښکې او د ماشوم مسکا چې تله کښې واچول نو د ګناهونو نه د نېکو تله ډېره درنه شوه. زما د نورو نېکو عملونو پۀ مقابله کښې دا ما ته وړوکے غوندې عمل ښکاره کېدو خو وزن ئې د نورو زرګونو لاکهونو درهمو د صدقې نه زيات ؤ. نو زۀ هم کوشش کوم چې د دې بنده روح خوشحاله کړم. دا ئې پۀ مونږه یو قسم له بدل راپورې دے چې دۀ تل زمونږه پۀ شونډو مسکا خوره کړې ده. د دۀ پۀ مرګ زما د سترګو نه دوه څلور اوښکې څڅېدلې وې. ولې چې دے وروستي عمر کښې صاحب کتاب او نصاب شوے ؤ خو صاحب اولاد نۀ ؤ. د دې ورته ډېر احساس ؤ. اکثر به ئې د دې ذکر کولو او کله کله خو به ئې د محرومۍ نه ډک اشعار هم وليکل لکه يوځل ئې خپله ګيله رب ته داسې کړې وه.

    چې اولاد نه دې محروم کړم لويه خدايه

    دا د کوم جرم سزا ده زما ربه

    خفه نۀ يم کۀ خفه شم څۀ به وکړم

    ستا رضا، زما رضا ده زما ربه

    پس د مرګه به مې څوک د دعا نۀ وي

    بس هم دا زما ژړا ده زما ربه

    خوبيا به ئې ځانله خپله تسلي ورکړه. دې زړۀ سوي بنده تل خپل غمونه او دردونه پۀ خپل وجود زغملي او بيا ئې خپلې مجبورۍ، بې وسۍ او محرومۍ پۀ داسې ښکلې طريقه سينګار کړې وې چې چا به ئې کلام اورېدلو يا لوستلو نو کله کله به ئې بې اختياره پۀ بړق بړق وخاندل ګنې نو مسکا خو به ئې پۀ شونډو ضرور خورېدله. لکه د هر ټوقمار پۀ خپله ښۀ کړېدلے او ژړېدلے ؤ. د مشهور کاميډين چارلي چپلن قول دے چې زما باران پۀ دې وجه خوښ وي چې دې کښې د بنده د اوښکو پته نۀ لګي خو هغه ټول عمر نور خلق خندولي وو.

    د دۀ مثال هم لکه د ګل ؤ چې د ازغو مېنځ کښې به خندان ؤ ګنې نو د پېدائش پۀ څلورمه ورځ ئې پلار وفات شوے ؤ چې د پښتنو پۀ معاشره کښې داسې ماشوم ته سپېرۀ وئيلے شي بلکې د غريبانانو بچي خو هسې هم سپېرۀ وي چې نۀ پۀ تن پټ وي او نۀ پۀ ګېډه ماړۀ وي. د يتيمۍ او د غريبۍ څپېړو داسې وهلے ؤ چې د دغه هر څۀ نخښې ئې پۀ څهره کښې تر اخره صفا ښکارېدلې.

    پۀ دنياوي توګه بدقسمته او سپېرۀ ؤ خو پۀ ادبي توګه خوش قسمته ؤ او دا د پښتو ادب خوش قسمتي ده چې داسې شاعر پۀ کښې پېدا شو او د يو طنزيه او مزاحيه شاعر پۀ توګه ئې لره او بره پښتونخوا کښې د شهرت نغارې وغږېدلې. ابتدا کښې لږه موده ئې سنجيده شاعري کړې وه. وروسته ئې هم ځنې سنجيده نظمونه، څهرې، قطعات او مرثيې وغېره ليکلې دي خو چې د نوموړي شاعر مراد شينواري صېب پۀ مشوره ئې مزاحيه شاعري شروع کړه نو بس هغه د چا خبره چې خټه او ګټه ولګېدل. د هر محفل ښکلا شوه او چې کله ئې خپل مشهور نظم “چاقو” وليکلو نو د هرچا پام ئې ځان ته راوګرځولو.

    نۀ پۀ ويښه نۀ پۀ خوب رانه بېلېږي

    چې مې يار هم څوکيدار زما چاقو

    څنګه تېر به رانه شي قيصه خانه کښې

    فتح کړے دے ټول ښار زما چاقو

    تماچه چې کله ووينې کونټي شي

    ګوره څومره دے مکار زما چاقو

    داد محمد دلسوز او چاقو لازم او ملزوم وو اوس هم چې کوم محفل کښې چاقو ياد شي نو ورسره دلسوز يادېږي او چې چرته د دلسوز ذکر وشي نو ورسره چاقو يادېږي. دا د چاقو تصور پرې داسې خور شوے ؤ چې خپله هم د ژوند تر اخري کلونو تر څو ئې چې ږيره نۀ وه پرېښې نو سم چاقو به ښکارېدلو.

    خپله ئې راته وئيل دې چاقو نظم مانه سم چاقو جوړکړے دے. هغه ورځ مې ځان پۀ يوتصوير کښې وليدو نو ځان راته بېخي د چاقو غوندې ښکارېدلو. دا به ئې هم وئيل چې زما هډو ښۀ تصوير نۀ راځي. څو څو ځله داسې شوي دي چې خپل پۀ کېمره ويستلے شوے تصوير به ئې وليدلو نو وبه ئې وئيل دا خو ډېر بدرنګ دے. دا زما تصوير نۀ دے دا خو بس چاقو دے نو.. يوه ورځ ئې وئيل کله کله چې شيشې ته ښکاره شم نو د ډاکټر اسرارصېب دا شعر راته ياد شي.

    جوړ ائينه را پورې ټوقې کوي

    دومره بې خونده موشاده مې نۀ وه

    د هغۀ د تصوير پۀ حقله د هغۀ دوست او کلي وال پروفېسر داورخان داود يوه قطعه ليکلې و:

    يوکس پۀ ځېر ورته کتل وئيل يې

    چې دا تصوير خو زما وران وتے دے

    ما ورته ووئيل چې اے نېک بخته

    چې دا تصوير خوستا پۀ شان وتے دے

    دلسوز چې پۀ کومه زمانه چاقو نظم ليکلے ؤ نو لا دلته دومره ډېرې جديدې وسلې نۀ وې راغلې نو دا به وسله ګڼلې شوه او مستانه هلکانو به د ځان سره پۀ بډه يا جېب کښې چاقو ګرځولو. قسم قسم چاقوان به ښار کښې خرڅېدل چې کمانېدار او د دير چاقوان ډېر مشهور وو. خو د دلسوز چاقو پۀ ټولو کښې خاص ؤ ولې چې د دۀ فضائل د نورو د ټوپکو تماچو نه هم زيات وو. دا د يو نوموړي شاعر چاقو ؤ او هرڅوک پرې مئين وو. تر دې چې د عدم تشدد پلویانو به ئې هم چاقو خوښولو. بهرحال پۀ دغه موده کښې بلکې ډېر وروستو هم تر ډېرو کلونو پېښور ښار کښې دا رواج ؤ چې ځاے پۀ ځاے، واړۀ لوے بدمعاشان وو.

    دې بدمعاشانو سره به د ځوانانو يوه مناسبه ډله وه چې کوم بدمعاش به يواځې يا سره د ډلې کابلۍ ته راغلو نو هوټل کښې د ناستې سره به ئې خپل کمانېدار چاقو پۀ يو خاص انداز کښې خلاص کړو چې د هغې ټکار به خلق ځان ته متوجه کړل. بيا به دغه بدمعاش خپل چاقو د لرګي پۀ مېز پۀ زور ووهلو چې ورسره به دغه چاقو نېغ پۀ مېز کښې ودرېدلو. د دې مطلب به دا ؤ چې دا ناست بدمعاش د ټولو نه معتبر دے او څوک ئې د جواب نشته. خو کله کله به داسې وشول چې بل د دۀ نه لوے بدمعاش يا سرتېزه تن به راغلو نو د دۀ چاقو به ئې د مېز نه وويستو، لرې به ئې ګزار کړو او خپل چاقو به ئې پۀ مېز کښې د دۀ غوندې ښخ کړو. دې نه وروستو به بيا بدمعاشانواو د هغوي بړېڅو يو بل پۀ چاقوانو وهل. نن هغه چاقوان نشته خو د دلسوز چاقو هم هغه شان د خپلو صفاتو سره موجود دے. او تر څو چې پښتو ژبه وي د داد محمد دلسوز چاقو به هم يادېږي.

    دلسوز ما پۀ کال ١٩٨٣ز کښې پۀ وړومبي ځل د حمزه شينواري صېب پۀ ځاے کښې ليدلے ؤ او هم پۀ وړومبي ملاقات کښې ئې راته خپل نظم چاقو اورولے ؤ بلکې دا ما ژوند کښې پۀ وړومبي ځل اورېدلے مزاحيه نظم ؤ چې ډېر خوند مې ترې اخستے ؤ. د دلسوز شکل، خبرې او کلام درېواړه ساده باده وو. پۀ ګپ ګپ کښې به سنجيده شو او سنجيده خبروکښې به ئې ګپ شروع کړو. دغه شان ئې شاعري هم وه چې د هر قسمه مصنوعيت نه پاکه وه .

    غنم رنګے خړ مخ، اوچته پوزه، وړې سترګې چې تر يو حده ورننوتې وې. کافي حده پورې ګنجے سر چې تل به ئې سپينه يا خړه ټوپۍ پۀ سر کوله. خړې پړې جامې، چشمې پۀ سترګو، وچې څپلۍ، څادر پۀ اوږه او ورسره يو زوړ سائيکل ؤ چې بس هم دا ئې کل کائنات ؤ خو پۀ دې حال کښې مست او شکر ګزار ؤ.

    د خبرو انداز ئې ساده او تر يو حده بې ترتيبه غوندې ؤ ولې د مينې او اخلاص نه ډک بنده ؤ. د هغۀ د هر چا سره مينه وه او پۀ بدل کښې ئې ورسره هر چا مينه کوله. د شعرونو د اورولو ئې يو خاص انداز ؤ چې لکه د دۀ د خبرو ساده او زړۀ راښکونکے ؤ. لکه د شعر د اورولو نه پس ته به ئې ووې فلانے صېب څۀ توجه نۀ راکوي خو بیا هم لګیا یم نو. کله کله به ئې مزاحيه غزل يا نظم کښې ناڅاپه سنجيده د ډېر ښۀ معيار شعرونه ليکلي وو.

    ارباب لنډۍ د اربابانو کلے دے چې لوے لوے جائيدادونه ئې لرل ولې د وخت تېرېدلو سره دغه اربابان هېر شول. دوي مړۀ شول او جائيدادونه ئې تقسيم شول. نن چې څوک د دغه کلي نوم اخلي نو ورسره وائي دا د پروفېسر داورخان داود او داد محمد دلسوز کلے دے. دې دواړو ښاغلو د خپل کار او زيار پۀ حواله لوے نومونه پېدا کړي دي.

    دلسوز دغه زمانه د تعليم پۀ محکمه کښې بابو ؤ . حمزه بابا له به مونږه هم ډېر ورتلو او دے به هم اکثر هلته ؤ. کله کله به د مراد شينواري صېب دېرې له هم راتلو. پېښور کښې کېدونکې اکثرو مشاعرو او غونډو له به هم راتلو. دفتر ئې هم زمونږ پۀ لاره هشنغرۍ کښې ؤ نو کله کله به مو ورپېښه کوله چې د دۀ پۀ حقله راته بيا ډېر معلومات شول.دا معلومات څۀ نېغ پۀ نېغه د دلسوز او څۀ د هغه د نزدې پېژندګلو نه راته وشول چې ځنې ډېر دلچسپ هم دي. د هغې ترمخه دلسوز پۀ کال ١٩٣٨ز کښې ارباب لنډۍ کښې پېدا شوے ؤ. تر لسمه ئې سبق وئيلے ؤ او د ځوانۍ پۀ موده کښې ئې شعر و شاعري شروع کړې وه. سنجيده شاعري به ئې کوله خو څۀ خوند مزه ئې ډېره نۀ وه. هم دغه دوران کښې د مراد شينواري سره تعلق ئې جوړشو چې هغه هم دغه وخت کښې د ملېشې د نوکرۍ نه راغلے ؤ او د بل روزګار پۀ تکل کښې ؤ. هسې هم د دغه کورنۍ د حمزه بابا نه واخله تر نمسي الطاف پورې د نيم لېونو سره خاص مينه وه. د مراد صیب زوے الطاف سره ما یو داسې دلچسپ نیم لېونے لیدلے و چې هغۀ ته به ئې ګوپي وٸیلو. د دۀ اواز به پۀ ډېرو خبرو خراب شو او پۀ نخښتې مرۍ به ئې خبرې کولې. دۀ له به پۀ دې سخته غصه ورتله چې چا با به د دۀ پۀ وړاندې ووې چې ما جېل کښې افسر اخلي. لویه ډله به ورپسې وه. دې کښې یو د بېنک منېجر هم شامل ؤ چې هغه به د ډیوټۍ په ځاے تل د ګوپي خبرو ته ناست ؤ. پۀ دې وجه د نوکرۍ نه معطل شوے هم ؤ.

    خېر مراد شينواري له دلسوز پۀ ګوتو ورغلو چې د هغۀ سره ئې طبع ولګېدله او چې د دۀ کلام او خبرې ئې واورېدلې نو د سنجيده پۀ ځاے ئې ورله د مزاحيه او طنزيه شاعرۍ مشوره ورکړه. دلسوز پرې هډو پۀ سبا له عمل شروع کړو خو دې دوران کښې دلسوز لږ وخت پس پۀ ذهني توګه ډېر ګډ وډ او ورک شو. مراد شينواري خو باچا سړے ؤ. دلسوز کۀ ؤ، ؤ او کۀ نۀ ؤ، نۀ ؤ ولې د هغۀ پلار حمزه بابا يوه ورځ هم د مراد شينواري نه تپوس وکړو چې هغه يو هلک به راتلو دلسوز هغه څۀ شو نو مراد ورته ووې خبر نۀ يم خو هغه پۀ ذهني توګه ګډوډ ؤ کېدے شي کلي کښې پروت وي ځکه چا راته وئيلي دي بېمار دے. بله ورځ حمزه بابا پۀ لويه تنه کلي ته ورغلو. دلسوز ئې دم کړو او د دۀ مور او ورور له ئې تسلي ورکړه چې خداے به ئې ښۀ کړي. د علاج د پاره ئې ورله د خپل وس مطابق سل نيم روپۍ هم ورکړې او واقعي دلسوز څو مياشتې پس نۀ صرف سم دم شو بلکه د تعلیم محکمه کښې نوکر هم شو. افرين شه او د دلسوز پۀ پښتنه مور شه چې هغې دلسوز ته وصيت وکړو بچے ستا ډېر ملګري وو خو د سختې پۀ وخت دې يو هم تپوس له رانغلو. دغه يو بابا درله راغلو. نو پلار دې نشته او پکار ده چې ترعمره د دۀ خدمت لکه د خپل پلار غوندې وکړې. او دلسوز د مور پۀ وېنا تر ژونده هم دغسې وکړل بلکې د حمزه بابا د وفات نه پس ته د هغۀ د زوي مراد شینواري، بیا د هغۀ د زامنو سجاد، جواد او تر نمسي فواد ئې دا سلسله پۀ نره وپاله.

    د حمزه بابا د کورنۍ هرې غم ښادۍ له تګ ئې پۀ ځان فرض کړے ؤ. د حمزه بابا شېدائي او ريښتونے مئين ؤ. د هغۀ د کتابونو ټول سټاک او حساب کتاب به د دلسوزسره ؤ. حمزه بابا باندې ئې ګڼ نظمونه وخت پۀ وخت ليکلي وو او ورسره ئې خپل عقيدت ښکاره کړے دے. حمزه بابا هم ورته تل د يو کشر پۀ نظر کتلي او پۀ يوغزل کښې ئې وئيلي دي .

    چې حمزه ئې د ګوښې نه رابهر کړو

    د دلسوز د تقاضو وېره پکار ده

    دلسوز کښې خوش مزاجي او ګپ هم ډېر ؤ. ما ورته يوځل وئيل چې تۀ وايې زۀ ځوانۍ کښې پۀ ذهني توګه ګډ وډ شوے وم نو دا څۀ قيصه وه. نو راته ئې ووې دا اوږده قيصه ده خو لنډه دا چې غريبي او بې روزګاري وه. ولي محمد طوفان صېب يوه د پښتو رساله چاپ کوله نو زۀ به اکثر ورتلم. دغه زمانه کښې افغان قونصلېټ قيصه خوانۍ کښې ؤ نو دلته چې کوم قونصلر ؤ د هغۀ غلام حسن صافي نوم ؤ. هغۀ به د پښتو کتابونه او رسالې اخستې خو چې څوک به هلته ورتلل نو سپېشل برانچ او د نورو د خفيه ادارو کسانو به نوټ کول. ما چې دوه درې واره هلته رسالې يوړې نو پۀ نظر کښې ئې راغلم. بس دوي راپسې شول. هر ځاے ته به چې لاړم نو دوه درې کسان به مې ليدل چې زما څارنه کوي نو څۀ خو هسې هم نېستۍ او ذهني ګډوډۍ وهلے وم څۀ د دوي څارنه شوه نو سم لېونے شوم نو کور پرېوتم. ما ورته وې تا ته د هغه وخت څۀ خبرې یا کارونه ياد دي چې تا به څۀ کول نو پۀ خندا کښې ووې چې دوه خبرې راته يادې دي او دواړه دلچسپې دي. يوه دا چې زۀ به کټ کښې پروت وم نو ما ته به ځان د يو لوے ولي قبر ښکاره کېدلو او داسې به مې ګڼل چې خلق زما د مزار نه چاپېره ګرځي او طواف کوي. بل دا چې پۀ دغه حالاتو کښې يو ځل پير بابا له يواځې لاړم. هلته مې دعاګانې وکړې او د پير بابا نمسو دم کړم خو د کرايه نه علاوه راسره دوه نيم سوه روپۍ وې. بس د هغه ټولو روپو مې د رانجو يوه غټه ګټه واخسته او کورته مې را وړه. هغه وخت دا ډېر لوے رقم ؤ. بيا چې ښۀ شوم نو يوځل مې مورته ووې چې دا د رانجو ګټه چا راوړې ده او پۀ دې به څۀ کوې. نو هغې راته ووې نېک بخته دا خوتا راوړې ده. ډېره موده به چې دا خبره را ياده شوه نو خندا به راتله.

    يو ملاقات کښې ئې راته دا هم وئيلي وو چې دا لېونتوب ګورې پۀ هر چا نۀ راځي. دا پۀ هغه چا راځي چې حساس وي. د بېدار زړۀ خاوند وي، اخلاص مند او مينه ناک وي. تۀ ګوره پۀ ځناورو کښې يواځې سپے لېونے کېږي. د دې وجه هم دا ده چې سپي کښې مينه او وفاداري ډېره وي نو څوک ئې مني او کۀ نۀ خو لېونتوب يوه اعلٰي درجه ده.

    کومه موده کښې چې به دلسوز او مراد یو ځاے ګرځېدل نو دواړو به ځانونه د یو بل نه زیات سپېره ګڼل. یوه ورځ دواړه د ډبګرۍ کوڅو کښې روان وو او د خپل مستقبل په حقله ئې پۀ ویښه خوبونه لیدل نو مراد شینواري ووې مونږ به هله ښۀ شو چې پۀ وطن کښې یو زبردست انقلاب راشي او ټول وساٸل پۀ انسانانو برابر تقسیم شي خو دلسوز ووې نه جي مونږ به هله ښۀ کېږو چې بره د اسمان نه راباندې د سرو زرو یا ملغلرو باران وشي. دغلته د مومندانو یو کور ؤ چې پۀ بره چت ئې چېلۍ ساتلې وه او د هغې د پچو نه ډک شاپر ئې ښکته راغورزولو چې پۀ دې دواړو راپرېوتو. بره نه چې زنانه دا ولیدل نو معافي ئې وغوښتله خو دوي دواړو چې یو بل ته وکتل نو خندا ئې نه قابو کېدله او وٸیل ئې د ملغلرو په ځاے راباندې سوټې راوورېدلې. بیا ئې داسې شعرونه هم پرې لیکلي وو.

    نۀ مو ګډه نۀ چېلۍ شته

    ورته ووایو چې کچې

    ملغلرې چې مونږ غواړو

    راورېږي پۀ مونږ پچې

    د دریاب پۀ غاړه ناست یو

    ولې شونډې مو دي وچې

    مومندان پۀ ښار کښې ډېر شو

    هر ځاے اورو غوچې غوچې

    د دلسوز یوه لویه خوبي دا وه چې چا به ورسره بد کړي وو نو هغه به ئې نۀ یادول خو چې چا به ورسره ښېګڼه کړې وه نو تل او هر ځاے به ئې د هغې ذکر کولو لکه د خپل کلي بشیر خان به ئې هر وخت ډېر پۀ احترام یادولو چې هغه د تعلیم محکمه کښې بهرتي کړے ؤ. حافظه ئې ډېره ښۀ ده. د هر شاعر اديب د ډاک پته به ورته ياده وه. د ډېرو د ټيلي فون نمبرونه هم ورته ياد وو. يوعادت ئې دا هم ؤ چې چا ته به ئې خبره کوله نو خلۀ به ئې د هغۀ غوږ ته ډېره نزدې کوله. کله کله به داسې ښکارېدل لکه چې خلۀ ترې اخلي. ډېرو ورته وئيلي هم وو خو د دلسوز پۀ دې څۀ پرواه نۀ وه.

    يو وخت داسې ؤ چې اېبټ اباد ته ئې بدلي شوې وه نو د دوي ډائرېکټر تعليم ادريس خان ؤ. هغه ته ئې منظوم درخواست ليکلے ؤ چې ما ته دلته مشکلات دي او ما پېښور ته بدل کړه. هغۀ بدل کړو خو څۀ مياشت دوه پس هغه وفات شو. پۀ ایوب صابر او حمزه بابا ئې د وفات نه لږ وړاندې نظمونه ليکلي وو. يوه ورځ ئې د “د ساهو ليکونکيو مرکه” کښې کلام اورولو چې پۀ کښې د قلندر مومند صېب ذکر ؤ. ما قلندر صېب ته غلې غوندې ووې چې دلسوز نن سبا پۀ چا نظم وليکي نو نېغ ئې ګورته رسوي. قلندر صېب ورته پۀ خندا کښې ووې دلسوز صېب ګورې خيال کوه هسې هم ښۀ نۀ يم او دا ماته چې کومه اطلاع رارسېدلې ده نو کۀ دا صحيح وي چې ستا پۀ نظمونو خلق تخته کېږي، زۀ به درته دوه درې تنه وښايم او سم د زړۀ د اخلاصه پرې نظمونه وليکه کۀ چرته خداے واخستل نو ډېر ثواب به دې وشي. د محترم اسرار د طورو صېب سره ئې اشنائي او همځولتيا وه. دوي دواړو به يو بل ته منظوم خطونه ليکل چې ځنې پۀ کښې چاپ شوي هم دي. مياشت دوه پس به ارومرو د هغوي تپوس له مردان ته تلو او د هغۀ حال احوال به ئې معلومولو. چې د چا وادۀ، سنت يا غم له به لاړو نو ترعمره به ترې هغه تاريخ نۀ هېرېدلو. اکثر به ئې منظومې سهرې هم ورله ليکلې.

    پروفېسر داورخان داود ئې کليوال، همځولے او کلک ملګرے ؤ. دواړو به د يو بل ډېر احترام کولو او خپلو کښې به ئې ازاد ګپ هم لګولو. پروفېسر صېب راته يوځل د دۀ پۀ وړاندې وئيل چې دلسوز نه کله کله غېر ارادي طور هم د خندا خبرې، لطيفې او نور کارونه صادر کېږي لکه چې ما ئې خپله يوه قطعه کښې ذکر کړے دے. دا به درته واورم .بيا پروفېسر صېب خپله د دلسوز يوه چشم ديد واقعه پۀ قطعه کښې ليکلې راته واوروله.

    يو سړي بل ته دا دعا کوله

    شمله دې ستا لري اوچته مولا

    نۀ ؤ پټکے د دۀ ټوپۍ پۀ سر وه

    زما ئې خوږ کړلې کُلمې پۀ خندا

    داور خان داود صېب به دا هم وئيل ما ته ملګري وائي چې تا د داد محمدد لسوز نه مزاح نګاري زدکړه، کله کله طنزيه مزاحيه شاعري کوي خو دلسوز ستا نه نثر نګاري زده نۀ کړه ځکه دلسوز نثر نۀ دے ليکلے.

    د دلسوز د شاعرۍ دوه کتابونه چاپ دي. وړومبے کتاب ئې “دلسوزيات” دے او دوېم “شواخون” نومېږي. درېمه شعري مجموعه ئې هم تياره وه. چې د هغې “سرخوږے” نوم دے خو دا چاپ نۀ ده. دا وروستے کتلب ئې کلچر محکمې ته د چاپ پۀ غرض ورکړے ؤ خو هغوي بیا کتابونه چاپ نۀ کړل نو ډاکټر اباسین یوسفزي دغه مسوده ملګري لیکوال عصمت سوراني صېب ته ورکړه چې د دې کمپوزنګ وکړي نو دا سرخوږے نوم ورله هغۀ ایښے دے او دا کتاب ئې د چاپ پۀ طمع پروت دے.

    د دۀ د وړومبۍ شعري مجموعې پۀ حقله يوه دلچسپه خبره دا ده چې زما ماشومانو يوځل خپلو کښې لوبې کولې نو يو به بل ته وې چې دې المارۍ کښې ما ته فلانے کتاب وښايه هغۀ بل به ورپسې ګرځېدو او معلومولو به يې. دې کښې ناڅاپه يو ووې “دلسو ۔۔۔ زيات” کتاب وښايه. زۀ حېران شوم چې دلسو ۔۔۔۔ زيات کتاب پۀ کښې لا کوم يو شو؟ خو څۀ وخت پس بل ماشوم ووې. هغه دے . ومې ليدلو. ما چې وکتل نو دا دلسوز کتاب “دلسوزيات” ؤ. د هغۀ پۀ کتابونو دومره ډېرو خلقو سريزې ليکلې دي چې کۀ دغه ځانله چاپ کړے شي نو يو ښۀ مناسب کتاب ترې جوړېدلے شي.

    د عاجز خوي او انکسارۍ يوه زبردسته نمونه وه. ځان به ئې د بل نه ډېر ښکته او کمزورے ګڼلو. پېژندګلو خلقو کښې به چې د چا غم ښادي وه نو ضرور به ئې ځان ورته پۀ وخت رسولو خو کله چې د دوي کورودانه وفات شوې وه نو پۀ وخت ئې جنازې له مونږه نۀ وو تلي او پۀ دې راته ډېر افسوس ؤ خو پۀ درېمه ورځ زۀ، قلندر مومند صېب، زبېرحسرت او غالباً ځلان مومند پۀ ټانګه کښې د دوي کلي ارباب لنډۍ ته دعا له ورغلو. دلسوز چې څنګه قلندر مومند صېب پۀ ټانګه کښې وليدلو نو رامنډه ئې کړه. ډېره وارخطائي پرې راغله او دغه وار خطايۍ کښې چې قلندر صېب ته ورغاړوتولو نو وې وئيل يره څۀ سپېرۀ ښځه وه. قلندر صېب ورته حېران غوندې وکتل وې ولې نو دلسوز ووې بس چې ژوندۍ وه نو زۀ ورسره کړېدم او دا دے پۀ مرګ باندې ئې ستاسو غوندې لوے لوے خلق پۀ تکليف کښې اخته کړل. د دلسوز خپل بچي نۀ وو، خپل ورېرونه ډاکټر خليل الرحمان او د هغۀ بل ورور ئې لکه د خپلو بچو لوي کړي ؤ. خو بدقسمتي ئې دا وه چې ډاکټر خليل الرحمان د دۀ پۀ ژوند وفات شو چې دې لوے غم هغه ډېر بې کوره کړے ؤ. پۀ وروستي عمر کښې پۀ زړۀ ډېر نرے، شکي مزاجه او وهمي ؤ. کله کله خو به ئې لکه د ماشومانو پۀ وړه خبره بې اختياره وژړل خو ورسره شېبه پس ته به ئې بيا پۀ يوه وړه خبره وخاندل. د دې خبرې به ئې ډېر ارمان کولو چې کۀ صاحب اولاد وم نو ښۀ به وه. پۀ وروستي عمر کښې حج له تلے ؤ او پۀ دې ډېر خوشحاله ؤ چې ما غوندې غريب او ګناه ګار بنده خداے خپل کورته بوتلو.

    د هغۀ تکيه کلام دا ؤ چې هرې خبرې سره به ئې وئيل معافي غواړم. زۀ به اخبارونوکښې وم نو د هر شاعر اديب پۀ مړينه د غمرازۍ او تعزيت بيان به ئې خامخا راوړلو. یوه ورځ یو مجلس کښې ما دا خبره یاده کړه نو لوے لیکوال م ۔ ر شفق صېب راته پۀ دې حقله یوه دلچسپه واقعه واوروله چې رېډیو پاکستان پېښور کښې زما نوې نوې ورځې وې، پخواني د خبرونو سپرواٸزر شمس الدین صېب به چې ما له د چا پۀ وفات د کوم وزیر لۀ خوا د تعزیت خبر راکولو نو ورسره به ئې راته دا هم پۀ خندا کښې وٸیل “داد محمد دلسوز بهی اس غم میں برابر کے شریک هیں”:

    د دلسوز یو عادت دا هم ؤ چې ځنې ستانه دارو لیکوالو له به ئې لس شل روپۍ نغدې ورکولې خو دا به ئې تل ورکولې. نوموړو لیکوالو شېخ نورعلي نور او عصمت سوراني له به ئې هم دا رقم ورکولو. عصمت سوراني صېب وٸیل ما ورته یوه ورځ ووې دلسوز صېب نن سبا پۀ شلو روپو څۀ کېږي دا رقم لږ سېوا کړه نو پۀ اخره به ئې پنځوس روپۍ راکولې. د دلسوز پۀ شاعرۍ کښې نۀ خو کومه فلسفه وه، نۀ ابهام او نۀ څۀ مشکل الفاظ. بس نېغ پۀ نېغه به ئې د ژوند خبرې پۀ ظريفانه اندازکښې بيانولې.

    پۀ نامه د هغۀ خداے مې دا وېنا ده

    چې اووۀ نيم شلې روپۍ زما تنخواه ده

    د تنخواه مثال پۀ شان د مونګ پلو دے

    مونګ پلي خو بس د لارې مشغولا ده

    د ډېرو مشهورو غزلونو پيروډي ئې هم ليکلې وې او دې فن کښې ډېر ماهر ؤ. دې نه علاوه ځنې داسې مشهور غزلونه او قطعات ئې هم شته چې وروستو ځینو شاعرانو ددۀ نه ځينې مصرعې اخستي او د دۀ د کتاپ وغېره حواله ئې نۀ ده ورکړې لکه دا يوه قطعه ئې پۀ “دلسوزيات” نومې کتاب کښې چاپ ده کومه چې دۀ ډېره وړاندې ليکلې وه. د هغې وړومبے شعر څۀ داسې دے.

    چا پۀ فريب وخوړه، چا پۀ دهوکو وخوړه

    يو څو شوکمارو، يو څو غلو وخوړه

    دا وړومبۍ مصرعه ئې يو شاعر روغه راخستې او سندره ئې پرې ليکلې ده چې يو نوموړي سندرغاړي دغه سندره وئيلې او ډېره مشهوره شوې ده.

    دلسوز د لويو سره لوے او ماشومانو سره ماشوم ؤ بلکې اکثر به د ځوانانو سره ناست پاست ؤ او بې غمه به ئې ورسره ګپونه لګول. دا پرواه به ئې نۀ کوله چې زما او د دوي عمرونو کښې ډېر فرق دے. دفتر کښې ئې هم ځان له د ګپ ماحول برابر کړے ؤ. يوه ورځ زۀ ورغلے وم نو چې کوم استاد يا استاذه به راغله او ورته به ئې ووې بابو صېب نو دلسوز به ورته د ټکه ووې زۀ اوس بابو نه اسسټنټ ډائرېکټر يم خو هغوي به بيا پۀ بې خیالۍ کښې ووې بابو صېب، دې سره به دۀ ووې هلکه معطل ئې کړئ، او يا ورله تنخواه بنده کړئ، دوي افسران نۀ پېژني. بيا به ئې شېبه پس خپله ووې تاسو ته ګناه نشته زما شکل د افسرانو نۀ دے.

    د دلسوز پۀ مزاح کښې خاص خبره دا ده چې پوچ ګوئي پۀ کښې نشته، عامې او دلچسپې خبرې دي. ډېر شعرونه ئې پۀ اولس کښې مشهور دي او خلقو ته ياد دي لکه دايو شعر به ئې ذکر کړم چې خپله د هغۀ هم ډېر خوښ ؤ.

    دا چې ما ته اوس د مينې نظر نۀ کړې

    دا خو ږيره ده سپينېږي خامخا

    دا خندېدونکے او خندونکے بنده د وجود پۀ لحاظ مونږ کښې نشته خو ښکلي يادونه او شعرونه به ئې تل ژوندي وي.

    پیښور ۔ ١٥/ ١٢ / ٢٠٢١