Author: Siddiq Nangyal

  • د باچاخان او ولي خان کليزه

    د باچاخان او ولي خان کليزه

    پۀ باچاخان او ولي خان ډېر زيات کار شوے دے، ډېر پرې روان دے کېږي او چې تر څو چرته هم د انسانيت، جمهوريت، برداشت، مينې، ورورولۍ، پښتونولۍ، مشرولۍ او عدم تشدد خبره کېږي نو دا دواړه سترې نامې به د خلکو پۀ خولۀ وي. باچاخان او ولي خان چې د خپل پښتون قام لپاره کومه مبارزه کړې ده نو هغه اوس د تاريخ برخه ده او څوک ئې هم د تاريخ لۀ پاڼو څخه نۀ شي ورانولے. هسې خو پۀ پښتنو مئينو د دې دواړو هستيو زيار او هڅې داسې دي چې د يو حساس پښتون نه پۀ يو حالت کښې هم نۀ هېرېږي او هر وخت ورته نېغي يادې ولاړې وي خو کله چې د دې کوچيدلې هستيو د تلين ورځې رانزدې شي نو د شعور خاوندانو پۀ زړونو کښې د باباګانو يادونه پۀ ټوپونو شي. چرته هم چې پۀ چا بې وزله، بې وسه او بې کسه قام زور زياتے کېږي نو هلته د باچاخان ياد راټوکېږي او کمے ئې محسوسېږي. چرته هم چې د جمهوريت پۀ مرۍ چاړۀ راښکلې شي، چرته هم چې څوک جمهوري اقدار د پښو لاندې کوي او چرته هم چې څوک د اولس غږ بندوي نو هلته د رهبر تحريک خان عبدالولي خان ښکلے مخ نېغ د انسان پۀ سترګو تصوير کېږي. خدائي خدمتګاران، د عوامي نېشنل ګوند کارکنان، پۀ عدم تشدد يقين لرونکي او د باباګانو مئينان هر کال د جنورۍ پۀ مياشت کښې د باباګانو تلين کوي او دا لوظ کوي چې تل به د عدم تشدد پۀ لار ځي او تل به د اولس سرلوړۍ او د جمهوريت د بقا لپاره خپلې هڅې تاندې او جاري ساتي. هر کال چې د جنورۍ پۀ مياشت کښې د باچاخان بابا او ولي خان بابا تلين کولے شي نو دا صرف د دې لپاره نه چې پۀ دغه ورځ دغه لوے مشران ياد کړے شي بلکې د دې لپاره چې د دوي پۀ خبرو، افکارو، زيار، مبارزه او هڅو سوچ وکړے شي چې دوي دا دومره لوے زيار ولې باسلے دے، ولې ئې جېلونه خوړلي دي، ولې ئې جائيدادونه ليلام کړے شوي دي، ولې ئې خپلې ځوانۍ د تورو تمبو شا ته تېرې کړې دي، ولې ئې رنګ رنګ تورونه زغملي دي او ولې ئې د وخت هر جابر ته تن نيولے دے. خپل ګرېوان کښې کتل پکار دي، ځان نه سوال کول پکار دي، او ځان پوهه کول پۀ کار دي چې دوي څۀ وکړل او مونږ څۀ کوو؟ او ځان څخه پوښتل پکار دي چې اوس لۀ دوي وروستو زمونږ څۀ ذمه واري ده او ايا مونږ خپله قامي ذمه واري ترسره کوو کۀ نه. ايا مونږ د ظلم خلاف اواز پورته کوو؟ ايا مونږ د مظلوم او محکوم ملګرتيا کوو؟ ايا مونږ د حق اواز پورته کوو؟ ايا مونږ د جمهوريت لپاره ودرېږو؟ ايا مونږ د اولس د حق تپوس کوو؟ ايا مونږ د جمهوري اقدارو لپاره غږ پورته کوو؟ ايا مونږ د رايه د ازادۍ خبره کوو؟ ايا مونږ د عدم تشدد، مينې، ورورولۍ او پښتونولۍ خبرو کوو؟

    د فخر افغان باچاخان او رهبر تحريک خان عبدالولي خان ژوند، ستړې، هلې ځلې او جد و جهد ټول د عدم تشدد، پارلېماني اصولو، جمهوري اقدارو او قربانيو نمونې دي. مونږ کۀ ځان ته خدائي خدمتګار وايو، مونږ کۀ ځان ته بابا د پېروکار وايو، مونږ کۀ ځان ته د رهبر تحريک مئينان وايو نو بيا به مونږ له د هغوي پۀ لار تګ کول وي. مونږ به ځان کښې عدم تشدد، صبر، مينه او ورورولي راولو.

    نن د باچاخان د څلور دېرشمې او د رهبر تحريک ولي خان د شپاړسمې کليزې پۀ موقعه بايد مونږ ځان سره ژمنه وکړو چې د دغه کوچېدلي مشرانو پۀ لار به خپل سفر پۀ هر حالت کښې جاري ساتو. د دوي د فکر شمع به پۀ هر حال کښې روښانه ساتو او د دوي افکار به هر چا ته رسوو. ځان به هم پوهه کوو، بل به هم پوهه کوو او خپل راروان نسل ته به هم د خپلو لويو باباګانو وېناوې او مفکورې رسوو.

    مونږ بايد نور بېخي پوهه شو چې پښتون قام سره د عدم تشدد او جمهوري اقدارو نه علاوه بله کومه لار نشته. مونږ نور بايد پوهه شو چې د پښتون بقا، د پښتون د پرمختګ او د پښتون د سوکالۍ زېرے او راز صرف او صرف د باچاخان پۀ لار تګ او د ولي خان پۀ شان پۀ اصولو ودرېدولو کښې دے.

     دې دواړو مشرانو پۀ یو حال کښې هم نۀ خو خپل اصول پرېښي او نۀ خرڅ شوي دي. دغه وجه ده چې نن پس د مرګه هم پۀ ښو نومونو یادولے شي. مونږ لۀ به ځان کښې برداشت او اصول راوستل وي. مونږ له به ځان داسې جوړول وي چې څوک مو پۀ نعرو او دعوو دوکه نۀ کړي. کۀ مونږ کښې استقامت او اصول وي نو د دنيا يو طاقت هم پښتون نۀ شي زېر کولے.

    شهزره

    پښتونخوا کښې بلدياتي ټاکنې

    تېر کال د دسمبر پۀ نورلسمه نېټه د پښتونخوا پۀ اوولس ضلعو کښې بلدياتي ټاکنې ترسره شوې چې پۀ کښې جے يو ائي (ف) تر ټولو زيات نشستونه ترلاسه کولو کښې کامياب شو. بلخوا حکمران جماعت پي ټي ائي د بدترين شکست سره مخ شو او پۀ څلور شپېتۀ تحصيلونو کښې ئې صرف ۱۵ سيټونه ترلاسه کړل. نۀ صرف دا چې حکمران جماعت د غاښ ماتي شکست سره مخ شو بلکې پۀ پېښور، مردان او چارسده کښې ئې يو سيټ هم ونۀ ګټلو. دغه شان يو د مئير سيټ ئې هم ترلاسه نۀ کړے شو. عوامي نېشنل ګوند اووۀ تحصيلونه وګټل او د پېښور مئير باندې ئې جوخته مقابله وکړه. ازاد امېدواران هم د روايت مطابق ښۀ زيات کامياب شول. مونږ د بلدياتي ټاکنو د انعقاد هرکلے کوو ځکه چې پۀ جمهوريتونو کښې بلدياتي يا د  ښاروالۍ ټاکنې د ملا د تير حېثيت لري. مونږ دا هم ګڼو چې د جمهوريت د مضبوطېدو لپاره بلدياتي ټاکنو ته دوام بخښل د وخت ضرورت دے. مونږ دا هم ګڼو بلکې دا يو مسلمه حقيقت دے چې پۀ اصل کښې اولس ته واک سپارل هم دا بلدياتي ټاکنې دي. خو لۀ بده مرغه پۀ ملک کښې چرې هم بلدياتي ټاکنې اولس ته د واک سپارلو پۀ مقصد نۀ دي شوې. يا خو پۀ کښې يو امر خپله بقا ليدلې او يا بيا يو حکومت د عدالت پۀ حکم کړي دي او د خپلې مرۍ خلاصولو کوشش ئې کړے دے. او ځکه هم مونږ کۀ وګورو نو د اولس د واک دا اهمې ټاکنې کله هم پۀ خپل وخت نۀ دي شوې بلکې هر ځل د اوږد ځنډ سره مخ کېږي. بيا کۀ د اختيار خبره وي نو هم صوبائي حکومتونه ورله ډېره توجه نۀ ورکوي او د اولس نمائندګان د مسئلو او ستونزو ښکار وي. تحريک انصاف ډېر زيات کوشش وکړو چې تېر بلدياتي ووټونه ونۀ شي خو اخر هم د سپريم کورټ پۀ حکم ئې وکړل، لکه يو قسم د مجبورۍ پۀ حالت کښې ئې وکړل. وخت هم بيا کم ؤ او د جماعتونو تياري هم نۀ وه خو بيا هم ښۀ خبره دا ده چې دغه مرحله ترسره شوه. کۀ څۀ هم د الېکشن کمېشن اف پاکستان زيار د ستائنې وړ دے خو بيا هم داسې کړمې پۀ ګوته شوې لۀ وجې ئې اولس د کشالو ښکار ؤ او بايد راتلونکې مرحله چې د مارچ پۀ اوويشتمه پۀ باقي پاتې اتلس ضلعو کښې کېدونکې ده، کښې دغه کړمې لرې کړې شي.

    کۀ د جے يو ائي کارکردګۍ تو ګورو نو سيټونه ئې لامحاله زيات اخستي خو دا هم پۀ نظر راغلل چې پۀ ښکاره جاره د پېسو او اسلام سپېځلې نامه د سياسي مقصد او خپلو اهدافو لپاره استعمال کړې شوه. پۀ خطبو او جنازو کښې تبليغات وشول او د “کتاب” پۀ نامه ساده باده اولس تېرباسلے شو. اسلام يو سپېځلے او مقدس دين دے، بايد پۀ سياست کښې د خپلو مفاداتو لپاره استعمال نۀ کړے شي. کۀ يو ګوند سياست کوي نو بايد پۀ خلاص مټ سياست وکړي، د خپلې نظريې او خدمت پۀ زور سياست وکړي او بايد چې د اسلام مقدس نوم څوک استعمال نۀ کړي. د عوامي نېشل ګوند کارکردګي د ستائنې وړ ده ځکه چې کۀ يو خوا د پېسې او اسلام سپېځلې نامه استعمال کړې شوه نو بلخوا حکومتي مشينري هم ښۀ پۀ ازاد مټ “فنکشنل” وه. خو بيا هم اے اېن پي بلها ووټ اخستے دے. کۀ تحصيل چئيرمېنان ئې ګټلي دي نو د سلګونو پۀ حساب ئې وېلج کونسلران هم ګټلي بلکې پۀ دغه مېدان پۀ صوبه کښې د بل هر جماعت نه عوامي نېشنل ګوند مخکښې دے او پوهان پوهېږي چې اصل ووټ هم دغه وي. تاريخ ګواه دے چې اے اېن پي تل د نظريې د تقدس خيال ساتلے او کله ئې هم د پېسې “غليظ” استعمال نۀ دے کړے. پۀ دې لحا‌ظ د عوامي نېشنل ګوند کارکردګي د ستائڼې وړ ده خو بيا هم بايد د هرې ضلعې تنظيم خپلې هڅې تاندې وساتي، کۀ ګېلې مانې وي چې هغه لرې کړي او کۀ چرته کومه تنظيمي کمزوري وي چې هغه هم لرې کړې شي ځکه چې دا د يو فرد خبره نۀ ده بلکې د يوې نظريې او مفکورې خبره ده، د يو قام د مستقبل خبره ده او د يو تحريک د تسلسل خبره ده.

    کۀ د پي ټي ائي شکست ته ګورو نو دا خو تړلې بللې وه بلکې مونږ به دا ووايو چې دا پنځلس سيټونه ئې څنګه اخستي دي ځکه چې کۀ کارکردګي شي نو صفر، کۀ سياسي اقدار شي نو برباد، کۀ خدمت شي نو صفر بټه صفر او کۀ ګراني شي نو توبه خدايه توبه. خو عجيبه دا وشوه چې عمران خان د شکست پړه پۀ غاړه وانۀ خسته بلکې تنظيمونه ئې تحليل کړل کومه چې پۀ سياسي توګه يوه کمزورې فېصله ده. پکار خو دا وه چې عمران خان پړه اخستې وه او خپله ئې کرسۍ پرېښې وه خو چا ته ئې وايې.

  • سامراج او زمونږ سيمه – شفيع افغان (دعوامي نېشنل ګوند پښين اولسوالۍ وياند)

    سامراج او زمونږ سيمه – شفيع افغان (دعوامي نېشنل ګوند پښين اولسوالۍ وياند)

    د شلمي صدۍ پۀ دوېمه لسيزه کښې د ټولې نړۍ وضعيت د بېن المللي سامراج برطانوي لخوا ډېر د سخت مشکل سره مخامخ ؤ. پۀ خاصه توګه جنوبي اسيا برصغير باندې قبضه د يو څو مقاصدو لپاره وه. د برطانوي سامراج پۀ خپل ملک کښې خام مال نۀ ؤ. د خام مال لپاره د برصغير ځمکه ډېره غوره او زرخېزه وه، دوېم غرض ئې کميونزم د افغان وطن لخوا څخه کنټرول کېدل وو. درېم غرض ئې د عرب هېوادونه تقسيم کېدل وو او د دې سره سره د عرب ريجن وسائيلو باندې مکمله قبضه کول وو، څلورم غرض ئې سلطنت عثمانيه تقسيمول او د طاقت ئې مکمله خاتمه کول وو. سلطنت عثمانيه پۀ اصل کښې د اسلامي نړۍ يو طاقتور هېواد ؤ، پنځم غرض ئې د عرب ريجن درياب بحيره قلزم خپل پۀ کنټرول ساتل وو، شپږم غرض ئې د کميونزم د نزدې څخه پۀ مکمله توګه مطالعه کول وو، اووم غرض ئې د برصغير و درياب ته نزدې ښارونو کښې کارخانې لګول وو، اتم غرض ئې پۀ برصغير عرب ريجن پۀ اولسونو کښې ئې وفاداره، تابعدار او تنخواداره وګړي پېداکول وو او پوخ تربيت روزنه ورکول وو، نهم افغان دولت لۀ منځه وړل وو او د کميونزم خلاف مستقله مورچه جوړول وو، د دې سره سره پۀ افغان ريجن کښې مستقله وفادار پانډيان جوړول وو، لسم پۀ مسقبل کښې د منځنۍ اسيا وسائيل خپل د وفادارانو پۀ مرسته پۀ خصوصي توګه تېل خپل د کمپنيانو پۀ ذريعه قبضه کول وو، يولسم عالم اسلام لپاره ډېري ستونزي جوړول، اسرائيل رياست پياوړے او د غزه فلسطين بيت المقدس ځمکه باندې قبضه کول وو، دولسم د لوې منصوبه بندۍ پۀ ذريعه د کميونزم مکمل نظام لۀ منځه وړل وو، ديارلسم پۀ افغان وطن کښې د کوکنارو د فصلاتو پۀ ذريعه خپل معيشت ته دوام ورکول وو ځکه نن ورځ سامراج د دې فصلاتو پۀ ذريعه پۀ ټوله نړۍ کښې پاچائي کوي او د دې سره سره پۀ نړۍ کښې د محکوم اقوامو وسائيل ډېر پۀ ظلم جبر بربريت ئې خوري، څوارلسم د محکوم اقوام د خام مال پۀ ذريعه خپلي کارخانې طاقتوري ساتل او پۀ محکوم اقوام باندې درنې درنې وسلې خرڅول او د دوی پۀ مابېن کښې جنګونه روان ساتل وو، دا مظلوم اقوام نور هم محکوم کول وو، د دې سره سره د ژوند ټول بنيادي د ضرورت سامانونو پۀ ذريعه د نړۍ مارکيټ قبضه کول وو، پنځلسم پۀ خاصه توګه افغان وطن يا عرب ريجن کښې وطن دوست ليډرشپ يا عام فکري نظرياتي علمي خپل د وطن سره محبت کونکي وګړي لۀ منځه پۀ مکمله توګه وړل وو، شپاړسم افغان او عرب وطن پۀ ټولنه کښې کلتور خپلواکي اساسي قانون لۀ منځه وړل او يو فرضي قانون جوړول وو. د دې سره سره د دې دواړو پۀ ټولنه کښې نوي نسل کښې نشئي توکي، اواره ګردي، عياشي، بې ځايه منظرې، وسلې کلتور، لاقانونيت، شخصي ملېشې، ټوپک مارانو او اغواکارۍ، ترهګرۍ ،وحشت، مذهبي جنونيت ته دوام ورکول وو.

    اوولسم بېن المللي سامراج پۀ خاصه توګه افغان او عرب ريجن د صف اول مشران هغه قومي سوچ لرونکي وګړي لۀ منځه وړل پۀ خاصه توګه د افغان ريجن مشران سردار دوست محمد خان، سردار وزير اکبر خان، سردار شېرعلي خان، سردار محمد يعقوب خان، امير عبدالرحمان خان ،امير حبيب الله خان، غازي امير امان الله خان، سردار داود خان، خلقي مشر نور محمد تره کي، حفيظ الله امين، ببرک کارمل،ډاکټر صېب نجيب الله خان او پۀ 15 اګست 2021 اشرف صېب. د دې سره سره عرب ريجن انقلابي څۀ مشران ئې هم د رنګ رنګ دسيسو پۀ ذريعه لۀ منځه يوړل، نولسم سامراج پۀ افغان ريجن کښې ئې هغه غداران د تباهۍ سوچ فکر ته ئې دوام ورکړي لکه نادر شاه، افشار شاه، شجاع نادرشاه، ظاهر شاه، هاشم مېوندوال پۀ سړه جګړه کښې مجاهدين بيا د طالب پۀ نامه او نن ورځ بيا زمونږ وطن باندې تورې تيارې ټول بېن المللي ترهګر وحشيان ئې زمونږ وطن ته راوستل چې واک اختيار ئې د دښمن پۀ لاس کښې دے او د دې سره سره عرب مشران ټول پۀ شرابو کبابو عياشۍ باندې اخته دي. واک اختيار قيمتي وسايل ئې نن ورځ هم د بېن المللي سامراج پۀ لاس کښې دي. ټول د عرب ريجن د وسائيلو چارج د سامراج پۀ لاس کښې دے، شلم غرض ئې يورپي يونين هېوادونه پۀ جنوبي اسيا، منځنۍ اسيا، عرب ريجن کښې پۀ هېڅ صورت نۀ برداشت کوي ځکه سامراج د دې ټولو ريجن قبضه له خپله ځان سره ساتي.

    برطانوي سامراج پۀ 1600 کښې د سمندر لخوا د جنوبي اسيا برصغير ته د ايسټ انډيا کمپنۍ پۀ ذريعه د کاروبار لپاره راغلل. پۀ ظاهري توګه د دې کمپنۍ مقاصد دا وو چې د برصغير اولسونو لپاره روزګار، تعليم، صحت، کارخانې، امن او پرمختګ ئې بنيادي ايجنډې وې. د1600 څخه بيا تر 1608 پورې ئې ټول سامانونه رامکمل کړل. پۀ اصل کښې ئې مقاصد د برصغير اولسونه غلام کول وو. د برصغير وسائل خام مال حاصلول وو. د سمندر پۀ غاړه ئې کللکته ،مدراس، بنګال، کراچۍ پۀ ښارنو کښې ئې کارخانې جوړول وو. برطانوي سامراج ټول ټيم د برصغير مکملي دورې وکړې. د وطن د اولسونو حالات، ژوند، کلتور، مذاهب ژبې، وسائل ئې پۀ مکمله توګه مطالعه کړل. برصغير ئې پۀ بې شمېره رياستونو کښې تقسيم کړو. د برصغير داصلي سياسي ليډرشپ او سياسي ګوند پۀ مقابله کښې ئې جعلي سياسي ګوندونه، جعلي سياسي ليډر شپ ئې جوړکړل. د دې سره سره برطانوي سامراج ټول برصغير کور پۀ کور دوره کړې. مکمل معلومات ئې حاصل کړل. پۀ دې دورو کښې سامراج پۀ خاصه توګه خانداني، مالي، علم، کلتور، مذهب، جغرافعې او قوميت پۀ حواله مکمل معلومات حاصل کړل. 1600څخه بيا 1757 پوري برطانوي سامراج د برصغير ټول ضروري کاروائي مکمله کړه. پۀ 1757کښې لوے بابا احمد شاه بابا چې پۀ ډيلي باندې قبضه وکړه پۀ ډيلي جامعه جومات کښې ئې د بابا خطبه ووئيله پۀ دې حالاتو کښې برطانوي سامراج لۀ بنګال څخه د احمد شاه بابا و شاته راروان شو.

    برطانوي سامراج 1600څخه بيا تر 1757 پوري پۀ برصغير کښې 157 کلونو کښې خپل بنيادي مقاصد حاصل کړل. ټول اولسونه ئې پۀ مکمله توګه تقسيم کړل. لۀ خپله ځانه ئې خلقو ته عهدې ورکړلې. ملکان، سرداران، نوابان، پيران، ملايان، خان بهادران، چوهدريان، موريدان بې شماره عهدېدارن ئې جوړکړل. د برصغير ټول قومونو کښې ئې ډلې جوړې کړې. ټولو اولسونو ته ئې د لالچ طمعه ورکړله. د دې سره سره د اولسونو پۀ مابېن کښې نفرت ، بغض، عناد، جګړې، قتل وغارت، مذهبي منافرت د بر صغير د حقيقي ليډرشپ او د دېوبند د بزرګ علما کرامو خلاف ئې فرضي خلق راپورته کړل. سامراج د اولسونو پۀ مابېن کښې ئې نفاق پروپېګنډه مهم ډېر پۀ سپينو سترګو روان کړو. د برصغير ځمکو مکمل نقشې ئې جوړې کړې. پۀ خاصه توګه مذهبي نفرت د اولسونو پۀ مابېن کښې د يووالي خلاف ئې سخت مهم وچلولو. د دې پۀ نتيجه کښې پۀ ټول هند کښې يو شورش جوړ شو. د دې سره سره قدرتي وسائل خام مال ئې خپلو کارخانو ته بې درېغه ور روان کړو چې اصل مال ترې جوړېدل شروع شولو. خپل د سمندر پۀ لاره ئې خپل دولت روان کړو. د دې سره سره پۀ نړۍ کښې د دې سامراج او د سامراج د اتحاديانو معاشي وزن ئې ډېر توانا شولو. سامراج د معاشي طاقت پس خپلو اصلي مقاصدو حاصلولو لپاره پۀ لاهور او پېښور کښې د سکهانو سره مکمل مدد وکړو. پۀ خاصه توګه د احمد شاه بابا جغرافيه ئې لۀ مېنځه وړل شروع کړل. د دې سره سره پۀ ملتان، سندهـ، کشمير سکهانو ډېرې درنې درنې حملې د برطانوي سامراج پۀ مرسته پۀ افغانانو باندې هم وکړې. پۀ دې وخت کښې افغانانو ډېر لوے لوے نقصاناتو سره مخامخ شول.

  • غزل پۀ مومندو کښې (دوېمه برخه) – شباب مومند

    غزل پۀ مومندو کښې (دوېمه برخه) – شباب مومند

    څنګه چې ما مخکښې ذکر کړے ؤ چې د مومندو خاوره د شاعرۍ او د غزل پۀ باب له ډېره زرخېزه ده نو کۀ پۀ غور وکتلے شي نو ورځ تر ورځه د مومندو پۀ سیمه ښۀ ښۀ شاعران پېدا کېږي او نن سبا دا ټول اهم کردار مومند ادبي ټولنه د يو اکېډيمۍ پۀ طور کردار لوبوي او ښۀ لیکوالان، شاعران، ادیبان پېدا کوي.او دغه شان مومند ادبي ټولنه خپل کار ته پوره پوره پام لري. هم دې ټولنې دا سې ښۀ غزل ګو شاعران پېدا کړل چې ورسره دیني علوم هم حاصلوي او د دیني علوم سره سره د پښتو پۀ شاعرۍ هم خپله تنده ماتوي او د خپلې ژبې خدمت ته تقویت ورکوي. نو پۀ دې شاعرانو کښې د مفتي رب نواز غزل نوم د هېرولو نۀ دے چې ځان د پاره ئې غزل تخلص هم غوره ګرځولے دے او پۀ غزل لیکلو او وئيلو ځان ته د خلقو پام ئې هم راګرځولے د ے. غزل مومند د يو ښۀ عالم دین سره سره يو ښۀ شاعر ادیب دے چې راروان وخت به غزل مومند د شاعرۍ پۀ زور خپل هنر خلقو ته ښکاره کړي چې د هغۀ شاعري خلق څومره خوښوي او د هغۀ پۀ شاعرۍ کښې څومره زور ښکاري.غزل مومند زیات تر غزل لیکي ولې چې د مومند زیات تر شاعرانو توجو پۀ غزل ورکړې ده نو مونږ د مفتي غزل مومند شاعرۍ نه څو شعرونه ستاسو پۀ وړاندې راوړو خو لا تر اوسه ئې کوم يو کتاب چاپ نشته.

    سترګې به جېب ته کړم پۀ لاسو به بيا وګرځمه

    زۀ د نازکو پۀ هــــــــــجوم کښې لۀ چا وګرځمه

    ښه! پۀ دې شپه دې اوس لۀ کوم اندامه اور واخلمه

    زۀ لېونے ســـړے پۀ کومـــه صـــــــــحرا وګرځمه

    غزل مومند زما پۀ خيال پۀ ځوانانو شاعرانو کښې ډېر سنجيده شاعر دے چې د هغۀ د شاعرۍ نه دا خبره ښکاره برېښي چې هغه پۀ خپل ملت او پۀ انسانیت مئين شاعر دے.غزل مومند د ځوان کول تکړه زيرک شاعر دے چې هر شعر او غزل ئې پۀ وئيلو او کتلو ارزښت لري. دلته د هغۀ پوره غزل ستاسو پۀ وړاندې د مثال پۀ توګه راوړم.

    ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

    کۀ زۀ حســـين يم نو دنيا نېزه نېزه ولې ده؟

    زما له ژونده چاته دومـــــــــره الميه ولې ده؟

    وئيل ئې ستا دا يوه پښه پلاسـټکي ولې ده ؟

    وئيل مې ســتاسو د بارودو کارخانه ولې ده ؟

    پۀ يو نظر ولې د ښـــــکلو مـــــزاج وپېژنم؟

    زما پۀ ځنې ځنې باب کښې تجربه ولې ده ؟

    له بوسې وروسته مې دا سوال ذهن ته ولې راشې؟

    ستا پۀ وجود کښې د انګــورو ذائقه ولې ده ؟

    کۀ دا رښتيا وي چې زۀ ستا پۀ مينه نۀ پايمه

    غــــــــزله ياره نو بيا تاسره مې شپه ولې ده ؟

    دلته به زۀ دا خبره زیاته کړم چې د مومندو پۀ خاوره ځوانان شاعران فطري او فکري شاعري دواړه کوي ولې چې د اوسني دور فکري شاعرۍ ته هم ضرورت دے چې شاعر پۀ کښې د خپل وطن حال راڅرګند کړي. او شاعر له هم پکار وي چې د خپل اولس دړدېړلے حال پۀ شعرونو کښې مخې ته راوړي.

    دغه شان د مومندو سیمې یو بل ځوان شاعر ګل بشر شيراز چې د پښتو ادب کښې د اېم فل ډګري هم تر لاسه کړې او د شاعرۍ مجموعه“هڅه“ ئې هم چاپ ده چې زیات تره شاعري ئې پۀ غزلونو مشتمله ده. د مثال پۀ طور د غزل نه دا دوه شعرونه انتخاب دي.

    ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

    وعده شوه نن خو لاړمه سبا له به راځم

    چې څومره لرې وځمه ستا خواله به راځم

    هر څوک کۀ ستا لمبه لمبه رخسار یمه سېزلے

    پتنګ اتش پرست یمه رڼا له به راځم

    دغه شان دلته د یو بل شاعر امتیاز تنها ذکر هم د غزل پۀ حواله ضرور ګڼم چې تر ننه پورې د شاعرۍ ډېره پنګه د قلم پۀ ذریعه ساتلې خو لا کوم یو کتاب ئې چاپ نۀ دے چې د هغۀ د شاعرۍ نه پوره غزل ستاسو پۀ وړاندې دے چې د بابړې شهیدانو ته ئې خپلې پېرزونې وړاندې کړې دي:

    زۀ هره ګناه اخلمه ګویان یمه عســـــــــــــکره

    ما وسپړه د پښو نه اوېزان یمه عســـــــــــکره

    اے ماسره پۀ جېب کښې افغانۍ وې او لونګ وو

    تۀ وګوره پۀ کوم کېس کښې چالان یمه عسکره

    نه نه زما د چا سره هېڅ قســــــــــــم بدي نشته

    قاتل يې هــــــم پۀ تا باندې تاوان یمه عســــکره

    زما خو بس هـــــــم دغه مختصر پېژندګلو ده

    افغان یمه افغان یمه افغان یمه عســــــــــــکره

    زما پۀ کور کښې څۀ دي پۀ بارودو باندې سوے

    تالا یمه تالا یمه ویران یمه عســـــــــــــــــکره

    هم ستا د توپو شور مې دے تر اوسه پۀ مغزو کښې

    زۀ اوس هم ستا د لاسه سرګردان یمه عسکره

    ما ټول عمر تنـــــــــها د تشدد مخـــــه نیولې

    قایل د فلســــــــــفې د باچاخان يمه عسکره

    کۀ وګورو نو پۀ اوسنۍ زمانه کښې د شاعرۍ مېدانونه ګرم دي او پۀ دغه مېدان کښې مومند شاعرانو د شاعرۍ مهار کلک نیولے او د خپل منزل پله روان دي. او د انټرنېټ د سهولت له کبله او کتاب ته د رسائۍ لارې هم ورته کولاو دي او دغه شان ځوانان شاعران پۀ جدید تقاضو پوره شاعري کوي. نو پۀ دې شاعرانو کښې ځوان شاعر فخرِافغان نوم د هېرولو نۀ دے چې نن سبا داسلامیه یونیورسټۍ د اېل اېل بي طالب العلم هم دے او ورسره د پښتو ادب خدمت هم د شعر پۀ ژبه کوي. کۀ زۀ دا ووايم چې فخرِ افغان به راروان وخت کښې ښۀ شاعر ومنلے شي نو دا به غلطه نۀ وي ولې چې د هغه پۀ شعر کښې د ژبې خوږ والے د فصاحت و بلاغت سره سره روانګي هم ښکاره پۀ نظر راځي. د هغۀ پوره غزل ستاسو مخې ته ږدم.

    شـــم بــه مـــؤذن د امــن لمــونـځ تــه امـام نـۀ لـرم

    مينــه ام‍ــن صــلـح غــواړم بــل څــۀ پېغـام نـۀ لـرم

    جنګ پۀ جنګ کښې داسې زۀ د ملا پۀ تير وهـلے يـم

    پـرېـوتــم مـــزل څـخـــه و تــوان د بـل ګـام نـۀ لـرم

    زۀ پۀ قام مئين يم خو چې دا وطن مې وران غواړي

    بيـــا تـــرې مبـــرا يمـــه پــــروا مــې د قــام نـۀ لـرم

    بس خو شراب خور ضميـر فـروش د وطـن بـد وائي

    دے ضـميــر آزاد زمــا و لاســو کـښــې جـام نـۀ لـرم

    فـکـــر مـې څــراغ کــړلـــو رڼــا کــوم روان بــه يــم

    سپيـنـــه نـظـريـــه لـــرمــه ډار لـــۀ مـاښـام نـۀ لـرم

    دا لـونـګ لـونــګ ښـکـلـي ټـوټـې مـې د ځيـګـر ګڼـم

    پــايمـــه پـــۀ مـينـــه ځـکـــه غـــم د طـعـام نـۀ لـرم

    حـق تـه بـه حـق وايمـه کـۀ خـلـک خفـه کېږي پـرې

    زۀ فـخــرافـغــان دې د چــا زړۀ کښـې مقـام نـۀ لـرم

    ولې چې فخر افغان لا هلک دے خو بیا ئې هم شاعرۍ کښې ډېره سنجیدګي ښکاره پۀ نظر راځي او کۀ هغه پۀ خپله شاعرۍ باندې نوره توجو ورکړي نو لا زیاته به بهتره شي ولې چې شاعري تخيل سره سره فکري مطالعه هم ضرور غواړي نو د فخر افغان به دننه بلها ټکي رازرغون شي او د شعر پۀ ژبه به ئې اولس ته ښکاره کړي. د فخر افغان بل کلام هم ستاسو پۀ وړاندې دے…

    ستا د وادۀ پۀ شپه د زړۀ نه مې ټپې کولې

    خپل مړ ارمان ته تر سحره مې نوحې کولې

    هغه موسی شوم اوس پۀ در دې خېراتونه غواړم

    هاغه موسی وم چې پۀ سپېن به مې حملې کولې

    زما لمونځونه به سېوا د سجدو څخه وي

    ما پۀ يو اوداسۀ څو څو جنازې کولې

    دلته د مينې او د حق پلويان نۀ دي پاتې

    منصور پۀ دار ختو دې خلکو تماشې کولې

    ما عبادت او مينه دواړه پۀ يو تار به پېرل

    د زلفو تار کښې او خالونو مې تسبې کولې

    مونږه د مينې نشه کړې تر قيامته مست يو

    څو لېونيو نن د بنګ انګور نشې کولې

    پس لۀ خطا توبه مزه فخر افغانه لري

    ښکلے مې ښکل کړو بيا مې ټوله شپه توبې کولې

    دلته د یو بل صاحب کتاب اجملي خان ارماني ذکر کوم ولې چې د هغۀ دوه د شاعرۍ کتابونه“ د صباون د رڼا زېرے شومه“ او بل کتاب “امن پۀ لمبو کښې“هم چاپ دي چې د هغۀ د کتاب نه دا دوه شعرونه د مثال پۀ طور راوړم:

    کۀ د نقاب نه دې سپينه خولۀ غنچه را اوځي

    دا به زما د ارمانونو نتيجه را اوځي

    لکه شبنم وهلے ګل د پسرلي د موسم

    چې د ګودر پۀ غاړه سمه شي لمده را اوځي

    دغه شان د مومندو پۀ سیمه حبیب سېد همدرد هم د هېرېدولو نۀ دے ولې چې د مومند ادبي ټولنې پۀ بانيانو کښې شمېر کېدلے شي او د مومند ادبي ټولنې لۀ خوا ئې کتاب هم چاپ دے نو د هغۀ د کتاب “احساسات “نه څۀ شعرونه د مثال پۀ طور وړاندې کوم:

    پۀ نظر کښې کۀ د خلقو خوار خراب یم

    ګنج د عشق چې پۀ زړۀ لرم نواب یم

    درد وغم پکښې موندے شي نور څۀ نۀ وي

    فکر وړے زۀ د مینې پۀ دې باب یم

    مونږ پۀ مومندو کښې د غزل پۀ حواله تر خپله وسه هڅه وکړه چې د مومندو پۀ سیمه هغه شاعران ادیبان کوم چې د پښتو ادب خدمت بې لالچه کوي او پښتو ادب ته دوام ورکوي نو بیا د اولس سره سره پښتو کلچر ډېپارټمنټ او ورسره حکومت د “ادبی ټولنو“ سره مالی مرسته وکړي او د پښتو ادب ته ئې چمتو کړي. ولې چې شاعر خپل ګېډې د پاره او بچو پاللو سره سره د خپلې ژبې خدمت هم کوي او دغه خدمت او هلې ځلې د خوشحال خان نه تر اوسه پورې جاري ساتلې دي. خپلې خبرې د ریاض تسنیم پۀ دې شعر راټولوم

    زیان مو لېدۀ خو بيا مو هم دا عاشقي کوله

    خلقو پېسې ګټلې مونږه شاعري کوله

    د پښتو او پښتون د غوره سباون پۀ نوم.

  • پښتون او پښتونولي – ډاکټر سالار خان

    پښتون او پښتونولي – ډاکټر سالار خان

    مکمل ضابطه حیات

    یادګیرینه: (دا مضمون د یکم اکتوبر ۱۹۸۹ ګڼه کښې هم راغلے ؤ)

    هسې خو به نړۍ کښې د مختلفو قومونو د ژوند د پاره مختلفې معاشي او اولسي ضابطې او نظریې ټاکلي شوي دي. دا نظريې د اشتراکیت یا سوشلزم پۀ نوم یادېږي. یا سرمایه دارانه نظام پۀ نوم دا دواړه نظريې دنړۍ پۀ مختلفو ریا ستونو کښې رواج لري او د دغه قومونو د پاره دغه ضابطه حیات یعنې د ژوند دستور حسابېږي ځني خلق هم مکمله ضابطه حیات ګڼي اګر چې ضابطه حیات یعنې د ژوند رواج او دستور د حالات او د وخت مطابق بدلېږي. هم پۀ دغه دود پښتو زمونږ د قام ژبه ده بلکې دا د ژوند سیاسي او ثقافتي او معاشي دستور هم دے چې هغې ته مونږ د ژوند یوه بشپړه ضابطه هم وئيلے شو اګر چې دپښتو روایات استوګنه او معاشي ژوند دسوشلسټ نظام سره سمون او مطابقت لري یعنې څۀ موده مخکښې پۀ پښتنو کښې ځمکه کلي یا علاقه د یوې قبیلې یا د فرد ‌ذاتي ملکیت نۀ ؤ بلکې هر لس کاله پس د قبیلو تر مېنځه خسڼي (قرعه اندازي) کېدو او کوم کلي یا علاقه چې پۀ خسڼي کښې د کومې قبیلې اورسېده د هغې قبیلې د ټولو وګړو پۀ ګډه به دا برخه وه او پۀ ګډه به ئې پۀ استعمال کښې راوستله او دغه شان هر لس کاله پس به دا علاقې او کلی بدلېدل هم پۀ دغه رنګ دکلي ځمکه جائیداد د یو خاندان تړلے ملکیت نۀ ؤ. خو کله به غله تیاره شوه نو دهقانانو به ترې خپله برخه واخسته مُلا، نائي، کُلال، لوهار، ترکاڼ، موچي غرض دا چې ټولو کسب ګرو چې د ټول کلي اولس کسب به ئې کولو خپله خپله برخه واغسته. د کلي مشر یا سپین ږیري به دعزت او احترام جوګه ګڼلے شو او هغه به پۀ رښتیا او ایماندارۍ د خلقو مېنځه ګړے او منصف ؤ. دکلي او علاقې فېصلې به قامي مشرانو پۀ ګډه کولې، دې ته به ئې قامي جرګه وئیله. دپښتنو پۀ ډېرو علاقو کښې دا جرګې اوس هم کېږي. دغه یو رنګ خاندان ټول غړي به پۀ شریکه یو کور کښې اوسېدل او د ټولو خوړل، څښکل او اغوستل پۀ یو زیګیز وو.

    د پښتنو د معاشرې خپل څۀ روایات وو او هغه اوس هم دي اګر چې څۀ موده کېږې چې دا روایات دخارجي یلغارونو پۀ وجه ترڅۀ حده خوځېدلي دي. ځمکه جائیداد افرادو ته مخصوص کړے شوے دے یعنې ملکیت ذاتي ګرځولے شوے دے اګر چې د خاندان پۀ توګه داشتراکي طرز ژوندون لا تر اوسه جاري دے خو اصلی پښتو او پښتونولي ډېره لږه موندې شي ولې چېد پښتنو پۀ ثقافت کړو اوړو او داولسي ژوند پۀ قاعدو کښې دمختلفو حمله اورو له خوا ګډون شوے دے او دپښتنو اصلی جوثه ئې تر ډېره حده بدله کړې ده او دپښتنو پۀ ډېرو لږو علاقو او قبیلو کښې دپښتنو اصلی رواجونه سالم پاتې دي خو د مشرانو د خولې چې قیصې اورو او دپښتو بې شمیره متلونه چې رامخکښې کړو نو د دې نه د پښتنو د اشتراکې ژوند او جمهورې طرز زنګی ثبوت تر لاسه کېږې: متلونه:

    ۱ : ژرنده کۀ دپلارده خو پۀ وار ده : دا متل د برابرۍ او مساوات ثبوت ورکوي …..

    ۲ : غر کۀ لوے دے پۀ سر ئې لار ده: یعنې د پښتنو پۀ معاشره کښې هېڅوک هم د قانون نه بالا تر نشته.

    ۳ : چې بد ګرځې بد به پرځې

    ۴ : چې څۀ کرې هغه به رېبې

    دا رنګ نور ډېر متلونه موجود دي، مینه ، وفا ، پت ، زړۀ ورتیا ، مړانه ، ښېګړه ، انصاف او مېلمستیا د پښتنو مشهور صفتونه دي ـ لکه څنګه چې د لفظ (پښتون) دجوړ نه یعنې پ ، ښ ، ت ، و او ن نه پۀ دې شان جوګه ده:

    پ : نه مطلب پت دے چې پښتون یو ځل چاته دوست یا ورور ووايي نو تر مرګه دا دوستي او ورورولي جاري ساتي ـ

    ښ : نه مطلب ښېګړه ده، هر پښتون د بل انسان سره نېکي او مرسته کول خپل نصب العېن او د زړۀ تسکین ګني ـ

    ت : نه مطلب توره ده، د پښتون مړانه او زړۀ ورتیا پۀ ټوله نړۍ کښې شهرت لري او پښتون د ډېر زوره ور او هرلاسي دښمن پۀ وړاندی پۀ الاسانه سر نۀ ټیټوي ـ

    و : نه مطلب وفا، پښتون خپل لوظ او وعده پوره کول ډېر ضروري او اهم ګني، بې وفائي ورته لوے شرم او ګناه ښکاري ـ

    ن : نه مطلب ننګ پۀ خپل ملګري او خپله خاوره ننګ کول د پښتون بنیادي اصول دے ـ

    اګر چې د پښتون دا وصف به ډېرو لږو پښتنو کښې اوس موندے شي ځکه چې د خارجي ثقافت د یلغار او د استعماري سازشونو دستوري زیار له کبله د پښتنو د ثقافت د بدلېدلو او ناولي کېدلو کوشش روان دے او د پښتون قوم د ختمولو او ورکولو کوششونه جاري دي او دغه وجه ده چې دښمنانو پښتون قوم پۀ لر او بر مېنځي او سوئیلي څلور برخو کښې وېشلے دے او ډېر پښتانۀ پۀ دې هم نۀ وي خبر چې پۀ بهرنۍ نړۍ کښې مونږ پۀ اصلي یعنې د پښتون پۀ نوم نۀ پېژني. فارسی خوان یعنې ایرانیان او عربیان مونږ ته افغان وائي، انګرېزان او هندیان راته پهټان وائي اګر چې پۀ اصلیت کښې مونږ پښتانۀ یو ځکه چې پښتو او پښتون د یو بل سره تړلې دي. پۀ کار ده چې د نړۍ ټول قومونه پۀ خپل اصلي نوم وپېژندے شي ـ ځمکه یعنې علاقه زمونږه ډېره لویه ده. د دریائے امو نه تر جهلم او د چترال نه تر بولان (کوټه) یو دي، یوه ستره پښتونخوا لرو خو د بد قسمتۍ نه پښتونخوا د دښمنانو لۀ خوا پۀ اور کښې ده، اګر چې د ژوند قیمتي وسیلې زمونږ سره ډېرې زیاتې پرېوانه دې یعنې ډېرې اوبۀ، ډېره بجلي ډېر قیمتي معدنیات او ډېر ښۀ پېداواري ځمکې لرو ـ خو د خپل حق نه تر اوسه پورې محرومه پاتې یو ـ خو دا خبره د خوشحالۍ ده چې د نن زلمې باشعوره دي، دوي ته د خپل ځان قسمت قیمت احساس شوے دے، د لر او بر اوسنے پښتون ټول یو ملي سوچ او شعور لري ـ چې پښتو پښتونولي پۀ اصلي شکل ( جوثه ) کښې د نړۍ د نورو قومونو د توجه او تقلید مثالي نمونه شي پۀ اخر کښې به زۀ دا ووايم ـ

    پښتو وایه پښتو خپله کړه پښتونه

    چې هم دغه دې هم دین او هم دنیا شي

    ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

  • د حمزه بابا مرثيه نګاري – فېض الوهاب فېض

    د حمزه بابا مرثيه نګاري – فېض الوهاب فېض

    (انتخاب)

    نوټ: دا غوره ليکنه د محترم اديب او ليکوال ښاغلي فېض الوهاب فېض صېب د کتاب “” نه اخستې شوې.

    مرثيه هغه نظم ته وائي چې د مړي ماتم او پسماندګانو سره پۀ کښې غمرازي کولے شي، دا د عربي لفظ رِثا نه مشتق دے. د رثا معنٰي ده د مړي د خېر ذکر کول. د هرې ژبې پۀ شاعرۍ کښې داسې نظمونه موندے شي چې د چا نزدې انسان پۀ مرګ ليکلي شوي وي.

    د شعر و ادب فارسي مصنف زين العابدين موتمن د مرثيې درې قسمونه ښودلي دي.

    1. رسمي مرثيه: دا هغه مرثيه ده چې د قامي مشرانو پۀ غم کښې وئيلي شوي وي.
    2. شخصي مرثيه: دا هغه مرثيه ده چې د خپلو خپلوانو او دوستانو پۀ مرګ وئيلي شوي وي،
    3. مذهبي مرثيه: دا هغه مرثيه ده چې د مذهبي مشرانو او خصوصاً د کربلا د شهيدانو پۀ شهادت وئيلي شوي وي.

    پښتو کښې دغه درې واړه قسمونه موندے شي او ځينې مرثيې خو پۀ کښې د فکر وفن ډېرې اعلٰي نمونې دي. ترکومې چې د حمزه بابا د مرثيه نګارۍ تعلق دے نو کۀ څۀ هم هغوي ته دغزل بابا وئيلي شوي دي او هم پۀ دغه لقب ډېر شهرت لري خو حقيقت دا دے چې حمزه بابا د پښتو شعرۍ پۀ ګڼو اصنافو کښې طبع ازمائي کړې ده او هر صنف ئې د کمال درجې ته رسولے دے. د هغوي پۀ شاعرۍ کښې يو لوي شمېر د نظمونو، رباعيانو، قطعاتو، مناقبو او نعتونو موجود دے او پۀ دغه صنفي حواله کۀ د پښتو شاعرۍ تاريخ ليکلے شي نو پۀ دې کښې به هم حمزه بابا پۀ لوړ مقام فائز وي خو ترکومې چې د مرثيې تعلق دے نو د حمزه بابا پۀ شاعرۍ کښې د مرثيې درې واړه قسمونه موندے شي بلکې د کربلا د شهيدانو مرثيې خو د يو خاص ذهني مېلان پۀ وجه فکر وفن لوړې نمونې لري.

    مرثيه يو موضوعاتي شعري صنف دے. د يو خاص هئيت پابند نۀ دے ځکه نو مختلفو شاعرانوپۀ مختلفو هېئتونو کښې مرثيې وئيلي دي. حمزه بابا هم د مرثيې ليکلو پۀ وخت د يو خاص هېئت پورې محدود نۀ دے پاتې شوے. د هغوي پۀ کليات کښې د فدا مطهر مرثيه چې د غزل پۀ هېئت کښې ده او د باچاخان مرثيه د مثمن قطعه بند پۀ شکل کښې ده. دغه شان د صابر شينواري ، صادق شهيد، حافظ ادريس مرحوم، د خاطر اپريدي پۀ وفات ليکلي رثائي شعرونه د رباعۍ پۀ هېئت کښې دي لکه دحافظ ادريس مرحوم پۀ مرګ.

    بيا سترګو کښې نور چرته چې ئې نم لاړو

    منزل شۀ پاتې خود چې د زړۀ دم لاړو

    ادريس چې رانه تللے پوهنتون تلے دے

    عالم چې رانه تللے دے عالم لاړو

    دغه شان د سيد ضياء جعفري پۀ مرګ ليکلې څلوريزه او د حاکم شاه ناصر، مولانا عبدالعلي، خاطراپريدے، عبدالصادق کاسي، اقبال حسېن، سيد تقي او صابر شينواري مرثيې د قطعې پۀ هېئت کښې دي. ياده دې وي چې قطعه د دوو شعرونو نه زياته هم کېدے شي لکه د حاکم شاه باصر پۀ مرګ ليکلو قطعو کښې يوه درې شعرونه لري، د عبدالصادق کاسي قطعه نما مرثيه يولس شعرونه لري او د سيد تقي مرثيه اتۀ شعرونه لري. د خاطر اپريدي پۀ مرګ:

    د ځوانۍ سپرلے ئې تېر لکه خزان شۀ

    چې بلا د رنځورۍ پرې مېلمنه شوه

    دقدرت ستم ته ګوره چې مرګ راغے

    هغه وخت چې د غزل شونډه ئې شنه شوه

    درسمي او شخصي مرثيو نه چې را تېر شو او مذهبي مرثيې له راشو نو پۀ دغه مېدان کښې حمزه بابا د خپل فکر، فن او عقيدت نيلے داسې زغلولے دے چې د دغه مېدان د سرسوارۀ ورته ګوته پۀ غاښ دي.

    پۀ کربلا کښې د حضرت امام حسېن علېه السلام او د هغۀ د ملګرو دشهادت سانحه د اسلامي بلکې د انساني تاريخ يوداسې باب دے چې د اثراتو تسلسل ئې ترننه جاري دے او پۀ راتلونکي کښې به هم جاري وي. د دغه سانحې اثرات پۀ مذهب، سياست او ادب يو شان مرتب شوي دي. پۀ سياست کښې دا د باطل پۀ ضد د حق د پاره دسرشيندنې يو داسې مثال دے چې پۀ انساني تاريخ کښې ئې ثاني نشته. پۀ مذهبي حواله د شيعه مذهب نزدې نزدې ټول شعائر لۀ دغه سانحې راوتي دي او د بل هر مذهب نه زيات پۀ ډېر جوش، جذبه او والهانه عقيدت نمانځلے شي بلکې پۀ ادبي اظهار کښې له دغه سانحې د الهام اخستو پۀ لړکښې خو د مذهبونو او مسلکونو لنډ تنګ حدونه هم له منځه تلي دي او شيعه او سني شاعرانو ترې يو شان د فن کالبوت له روح اخستے دے. د کربلا د سانحې سره تړلي فکر ته کۀ مونږ د حسېنيت نوم ورکړو نو معنوي محيط به ئې ډېر پراخه شي، حسېنيت يوه داسې استعاره ده چې د معنويت او کېفيت نوې نوې چينې ترې راوځي. د حسېنيت سره تړلي علامتونه او استعماري لکه کربلا، فرات، اوبۀ، تنده، حسېن، علم دار، حُر، يزيد، شمر، ذوالفقار، ذوالجناح، زېنب، سکينه او داسې نور داسې دي چې د څوارلسو سوو کالو نه پۀ تسلسل سره د فکر او جذبې پۀ امتزاج د شاعرۍ د ګلستان ابياري کوي.

    د شاعرۍ دوه اصناف منقبت او مرثيه خو کۀ ژوندي دي نو د حسېنيت پۀ حواله ژوندي دي. نۀ منقبت د حسېنيت د اظهار د پاره پۀ وجود کښې راغلے دے او نۀ مرثيه خو ددغه سانحې نه پس خو داسې محسوسېږي لکه چې دغه دواړه صنفونه هم دغه موضوع د اظهار او بيان د پاره پۀ وجود کښې راغلي وي. بيا پۀ تېره تېره مرثيه خو کۀ ژوندۍ ده نو پۀ دغه روح ژوندۍ ده.

    مرثيه پۀ عربۍ شاعرۍ کښې د جاهليت د زمانې نه موجود وه خو د رسمي، ذاتي او شخصي غم د اظهار نه زيات نور څۀ موضوعاتي تنوع پۀ کښې نۀ ؤ خو د کربلا سانحې يعني حسېنيت دې له دومره پراخي ورکړه چې ذاتي غم ئې پۀ اجتماعي غم کښې داسې بدل کړو چې فکري، جذباتي او فني جمالياتي بنيادونه ئې نۀ صرف مضبوط شو بلکې د عصري روح ترجمان هم ګرځېدل او نن کۀ مونږ پۀ عصري تناظرکښې ددغه روح، دغه فکر او دغه جذبې ځېرنه وکړو نو ګڼ شمېر معنوي او کېفياتي اطلاقات به ئې مخې ته راشي.

    د کربلا پۀ واقعه به عربۍ کښې وړومبۍ مرثيه ابو فراس همام بن غالب تميمي چې پۀ فرزدق مشهور دے وئيلې ده. دے پۀ ١١٠هـ کښې مړ دے. پۀ فارسۍ کښې وړومبي کربلائي مرثيه پۀ اوومه هجرۍ پېړۍ کښې شېخ سعدي شيرازي وئيلې ده خو پۀ فارسۍ کښې د کربلائي مرثيې باقاعده ابتداء محتشم کاشي پۀ شپاړسمه عيسوي پېړۍ کښې د ايران د باچا طهماسپ صفوي پۀ حکم کړې ده. د محتشم د مرثيو هېئت پۀ اووۀ بېتي بندونو مشتمل وه. خو وروستو بيا ددغه هېئت پابندي لازمه پاتې نۀ شوه. پۀ اردو کښې پۀ يولسمه او دولسمه پېړۍ کښې ګڼو شاعرانو لکه سوداد، ميرتقي مير، مير ضمير، مير خليق، مير انيس او ميرزا دبير د مرثيې لمن ډېره پراخه کړه او د عزادارۍ د مجلسونو د محدود ضرورت نه پرته د فن او موضوع او فکر او جذبې پۀ امتزاج ئې ورته يو علوي شان وبخښلو او د يو ژوندي صنف پۀ حېث ئې د ژوند د خورو ورو امکاناتو او نويو نويو غوښتنو سره اشنا کړۀ او دا ئې ثابته کړه چې فني قدرت وي نو هر صنف د وخت سره مخ پۀ وړاندې تلے شي، مرثيه هم د وير ژړا نه پرته د فکري تړون، جذباتي غورځنګ، حق پرستۍ، رښتونولۍ، توکل، عزم، مړانې، حوصلې، استقامت، صبر، زغم او ايثار د قدرونو داظهار او ترجمانۍ د پاره د فن ويړه لمن لري.

    پښتو کښې مرثيه پۀ ديارلسمه هجري پېړۍ کښې باقاعده سر نښلوي پۀ دغه دور کښې زياتره مرثيې اولسي شاعرانو وئيلي دي چې د جنګ نامو پۀ نوم يادېږي. لکه جنګ نامه حسېن او بي بي سکينه ، جنګ نامه امېن،جنګ نامه امام قاسم او داسې نورې. دغه جنګ نامې زياتره دمثنوي پۀ هېئت کښې دي او د داستان يو شکل لري. پۀ جنګ نامو کښې زيات زور د واقعاتو پۀ بيان وي او د واقعاتو د بيان دپاره ښۀ هېئت مثنوي ده. ددغه اولسي رنګ جنګ نامو نه چې راتېر شو اوجديد دور ته را ورسو نو بيا دکربلا دسانحې نه د شاعرانه الهام اخذ ډېره تنوع لري. د جديد دور بې شمېره شاعرانو پۀ غه موضوع د سلام مرثيې او نظم پۀ شکل کښې ګڼ تخليقات کړي دي او پۀ دغه ټولو شاعرانو کښې د حمزه بابا ونډه د هرچا نه زياته او مثنوع ده.

    مرثيه د شاعرۍ د يو صنف نه پرته پۀ قول د پروفېسر سيد عابدعلي عابدد شيعه مذهب پۀ نزد د حسېنيانو پۀ شهادت د ژړېدونکيو د اجر او ثواب ذريعه هم ده خو وروستو بيا د وير او ژړا د جذباتو راپارولو نه زيات دا يو داسې صنف وګرځولے شو چې مقاصد ئې پراخه او خوارۀ وارۀ کړے شول او د فن ډېرې نادرې تجربې پۀ کښې وشوې او پۀ دغه لړکښې پښتو مرثيې ته د حمزه بابا ورکړه هم ډېر فکري، فني او جمالياتي ارزښت لري.

    حمزه بابا عملي او علمي صوفي ؤ. د تصوف پۀ حقله د هغوي نثري نګارشات نۀ صرف پۀ پښتو کښې بلکې پۀ عالمي ادب کښې هم خپل اهميت لري. پۀ دغه لړکښې د هغوي فکر د علمي سره سره تخليقي هم ؤ او د دغه تخليقيت پۀ وجه پۀ شلمه عيسوۍ پېړۍ کښې د هغوي شاعري نۀ صرف نقادانو قبوله کړه بلکې د غزل دبابا لقب ئې هم ورکړه. حمزه بابا تصوف دعصري رجحاناتو سره سم هم اهنګ کړۀ او داسماني سره سره ئې زمکني حقيقتونه هم پۀ نظر کښې وساتل، پښتو شاعرۍ ته د هغوي دغه بخښنه ډېره لويه ده، حمزه بابا د تصوف پۀ مشهوره سلسله چشتيه کښې بېعت ؤ او پوره شجره ئې چشتي، نظامي نيازي وه، د دغه سلسلې مزاج جلالي دے او بيا حمزه بابا چې پۀ تصوف کښې د پښتون قاميت سرۀ هم ګډ کړل نو د هغوي شاعرۍ يو جالي شان وموندو. جمال د صوفيانه شاعرۍ عمومي صفت دے او جلال ئې خصوصي صفت نو پۀ عموم کښې د خصوصي دغه ګډون د بابا د نورې شاعرۍ سره سره د هغوي پۀ رثائي شاعرۍ کښې هم برېښي.

    پۀ فارسۍ، اردو او پښتو درې واړو ژبو کښې مرثيه پۀ هم يو ټاکلي هېئت کښې نۀ ده وئيلې شوې. د محتشم کاشي د اووۀ بېتي بند لرونکي هېئت نه پرته پۀ مثنوي، مثلث، مربع، مخمس، مسدس او تر دې چې د غزل پۀ فارم کښې هم مرثيې وئيلي شوي دي. پۀ اردو کښې ميرانيس او ميرزا دبير پۀ مسدس کښې دومره د لوړې درجې مرثيې وئيلي دي چې نور ټول هېئتونه ئې شاته پرېښي دي. د حمزه بابا پۀ کلياتو کښې د کربلائي رثائي شاعرۍ څۀ خواوشا دوه څلوېښت منظومات شامل دي چې د قطعې، رباعي، غزل، مثلث، مسدس او مثنوي پۀ هېئتونو مشتمل دي چې د يو يو هېئت يوه يوه نمونه وړاندې کول ئې ضروري بولم.

    قطعه:

    لکه دا چې بل حسېن به ترقيامته پېدا نۀ شي

    يزيدان خو به هم داسې تر قيامته پېدا کېږي

    رباعي:

    د نبوي (ص) نمر رڼا امامه

    تيارۀ دې لرې کړه له اسلامه

    پېړۍ شوې تېرې لا به تېرېږي

    قصه د غم به دې نۀ شي تمامه

    غزل نما:

    نبي که محمد د کل جهان د پاره دے

    حسېن د ژوند چينه د کل انسان د پاره دے

    مېدان د کربلا نه تر مېدانه د محشر

    اولاد د مرتضٰي خو د مېدان د پاره دے

    ايثار به د هغوي کړمه يو روح د افسانې

    حمزه نوم د حسېن ئې د عنوان د پاره دے

    مثلث:

    الله الله د شهادت هغه منظر د حسېن

    چې شمر غوڅ کړۀ پۀ خنجر د ستم سر د حسېن

    سر پۀ ثناء د رب صمد شۀ هر پرهر د حسېن

    امام پۀ وينوخشکه زما د کربل کړه چمن

    حمزه کۀ تندې د فراق دې سوخته کړے وي نن

    پل ئې پۀ پل ږده ملاقي شه پۀ کوثر د حسېن

    مسدس:

    اوښکې کډې باروي طوفان د غم شۀ

    شو تازه د زړۀ زخمونه محرم شۀ

    يو پۀ دوه مې پۀ دې غم د زړګي دم شۀ

    لا سېوا مې له دې دمه دزړۀ غم شۀ

    نن به نۀ ګڼي دا غم چې پرونے شۀ

    ګويا هر پروسه کال ئې سګنے شۀ

    مثنوي:

    لا خو وه غرمه چې ننګيالي ټول شهيدان شو

    ال د محمد او د اسلام ځينې قربان شو

    ګنج د شهيدانو کربلا کښې وۀ جوړ شوے

    بس خو عمر سعد ئې پۀ وينو وۀ موړ شوے

    پاتې پۀ مېدان کښې يک تنها امام حسېن ؤ

    هو! هغه حسېن د پاک نبي چې نورالعېن شۀ

    پۀ دغه رثائي منظوماتو کښې د حمزه بابا لهجه دموضوع د کېفيت مطابق چرته ماتمي ده. چرته رزمياتي او چرته بزمياتي او تغزلي ده. د هر کېفيت پۀ اظهار کښې بابا خپل فني وسائل او مهارت پۀ ډېره ښۀ طريقه پکار راوستي دي

    .

    ماتمي انداز:

    امام ولاړ دے شهيدانو ته حېران ګوري

    چرته زاړۀ، چرته ځوانان او ماشومان ګوري

    څۀ پرده دارې سترګې هم د جنګ مېدان ګوري

    يوه پۀ سور سالو کښې ناوې پۀ ارمان ګوري

    وائي زېنب چې ژړا ښۀ ده خو لېمۀ چرته دي

    ما به باران پۀ تږيو وکړۀ خو اوبۀ چرته دي

    زړونه به وائي د بيبيانو چې بهر ورشو

    چې پۀ قاسم او پۀ عباس او پۀ اکبر ورشو

    چې موسايه لۀ سره درومي چې پۀ نمر ورشو

    دي مو د سر پړوني تلونکي چې تور سر ورشو

    يوه ماشومه د خېمې پۀ پرده لاس لګوي

    ترور ئې چې کوز کړي ترې نه خلاص هغه ئې پاس لګوي

    رزمياتي:

    سور پۀ اس د تصور شه چې دې بوځم کربلا ته

    دي راغلي د جفا لښکرې زوي د مرتضٰي ته

    نمر د تندر پرده وکړه هېڅ نظر نۀ کړي دنيا ته

    چې تيرو هم د جنګرېز حوصله کړې ده رڼا ته

    څۀ خېمې دي د ساداتو د رضا پۀ کښې چپيا ده

    څۀ خېمې د يزيدانود ستم پۀ کښې غوغا ده

    دا حسېن دے چې تسليم ئې اس نيولے له جلبه

    د ژوندون نبضونه تېز دي پۀ امکان راغلې تبه

    خوله ورکه له هېبته ده ګرمۍ راويستې ژبه

    چې جلوې د رسالت پرې قربانېږي له يثربه

    د هر څيز د قربانۍ نه پس پۀ خپله راوتلے

    د حجت اتمام پۀ هغو کاندي چا چې دے بللے

    چې صورت د امن صلحې پۀ امکان کښې پاتې نۀ شۀ

    چې هېڅ شک ئې د جګړې پۀ طوفان کښې پاتې نۀ شۀ

    چې يو دوست ئې ګېر چاپېره پۀ چشمان کښې پاتې نۀ شۀ

    کۀ يو حُر ؤ هغه هم پۀ دې جهان کښې پاتې نۀ شۀ

    دۀ به پېش ورته قران کړۀ هغوي تورې برېښولې

    چا به غشي ګرتول او چا نېزې به نېغولې

    امام پوئې شه چې اوس وخت د شهادت د اکمال راغے

    شۀ مزل د جمال ختم اوس مقام د جلال راغے

    يو ئې تورې ته کړه هپه بل يو لاس ئې پۀ ډال راغے

    د اجل پۀ لاس کښې ښکار د ژوندانۀ لره جال راغے

    ذوالفقارچې کړۀ بهر پۀ لاس کښې زوي د حېدر ونيو

    قدوسيانو پۀ هېبت د اسمان مخ ته سپر ونيو

    ذوالفقارچې ئې مړانه له جوهر ځارېده

    ذوالفقارچې هره توره ئې له پرهره ځارېده

    ذوالفقار چې تل ئې فتح له حېدره ځارېده

    ذوالفقار چې بادشاهي ئې له قنبره ځارېده

    هغه توره چې پۀ برېښ کښې ئې رفتار ؤ د اجل

    هغه توره چې پۀ شړنګ کښې ئې ګفتار ؤ د اجل

    جوړ نېټه وه د اجل د امام لاس کښې ښکارېده

    پۀ يو وخت کښې هر يوکس ته اوږدېده او لنډېده

    اوچېده او څڅېده او کږېده او ستنېده

    برېښېده او ځلېده او قهرېده او موسېده

    نۀ پۀ خود او نۀ پۀ زغره نۀ پۀ ډال اېسارېده

    نۀ پۀ زور د زورور او نۀ پۀ سوال اېسارېده

    د رزمياتي کېفياتو د بيان د پاره د ټولو نه غوره هم دمسدس هېئت دے او حمزه بابا پۀ دغه هېئت کښې د خپل فن جلال ښودلے دے.

    بزمياتي تغزلي انداز

    ستا پۀ محبت کښې چې هم سوزو هم ګډېږو

    خوښه زمونږ دغه مشغله د سپېلنو ده

    مونږ ته هم جذبې د قربانۍ نه برخه راکړه

    بس دغه ارزو د ښکلي دين د لېونو ده

    ګېر يو پۀ تيرو د ابتلا کښې اے امامه

    پورته دې نقاب کړه د جبين نه چې رڼا شي

    زما خيال دے چې د هر صنف يا هېئت يو نفسياتي چرت هم وي چې شاعر د کوم چرت اظهار کوي نو هېئت ورله هم هغه شان خوښوي چې د وړاندې ورکړې شويو نمونو نه به ئې څه نه څۀ اندازه لګېدلې وي. د حمزه بابا پۀ مرثيو نمونونه به ئې څۀ نه څۀ اندازه لګېدلے وي. د حمزه بابا پۀ مرثيو يا رثائي نظمونو د ژبې او فن او د مرثيې د نورو فني لوازماتو پۀ رڼا کښې نور بحث هم کېدے شي خو د طوالت د وېرې زۀ پۀ دې اکفتا کوم.

  • ګراني او کلتور – انور نګار

    ګراني او کلتور – انور نګار

    د ګرانۍ د زياتېدو يو شمېر لاملونه دي چې پۀ هغې کښې يو اهم د طلب او رسد (Supply and Demand) توازن دے. يعنې کله چې يو څيز مارکيټ ته پۀ زياته پېمانه راځي او خرڅ ئې د پېداوار پۀ نسبت کم وي، نو داسې ئې نرخ راغورځېږي. بل خواه کله چې د يو څيز استعمال زيات او پېداوار کم شي نو نرخ ئې پۀ بره ځي. د دې توازن پۀ ځاے ساتلو لپاره منصوبه بندۍ ته اړتیا وي چې د هر څيز پېداوار دې د استعمال کچ ته راوستې شي نو بيا د ګرانۍ مخه نيول کېدے شي. دوېم د ګرانۍ يو سبب د شيانو ذخیره کول (Hoarding) دے. دا عمل غټ سوداګر د زياتې ګټې پۀ خاطر کوي، هغوي پۀ غټ کچ د ضرورت شیان خوندي کړي او کله چې پۀ بازار کښې طلب زيات شي نو بيا ئې پۀ ګرانه بیه خرڅ کړي. د ګرانۍ درېم سبب د سرکار لۀ خوا درانۀ ټېکسونه وي، دا يو ښکاره حقيقت دے چې د حکومت امدن هم دا بالواسطه او بلاواسطه ټېکسونه دي او د دې نه ټول ضرورتونه پوره کوي خو چې کله دا د حد نه واوړي نو نتيجه ئې د ډېرې ګرانۍ پۀ صورت کښې راوځي. د ذکر شويو لاملونو نېغ پۀ نېغه تعلق د حکومت سره دے يعنې دا د سرکار ذمه واري جوړېږي چې د ابادۍ پۀ تناظر کښې د ټول کال ضرورت پۀ نظر کښې ونيسي او د هغې پۀ رڼا کښې د پېداوار لپاره ګامونه پورته کړي. او کۀ د کوم څيز د مطلوبه مقدار پېداوار پۀ مقامي کچ ممکن نۀ وي نو چې بيا هغه ائټم پۀ وخت د بهر نه راوغوښتے شي. هم دا رنګه د شيانو د ذخیره کولو مخه نيول هم د سرکار ذمه واري ده، کۀ داسې نۀ وي نو اولس به د غټو سوداګرو او سرمايه دارو پۀ رحم و کرم ژوند کوي، د غريب ژوند به ورځ پۀ ورځ لا ښۀ ګرانېږي او د سرمايه دارو بېنکونه به پړسېږي. بل دا چې پۀ ټېکس لګولو کښې د اعتدال لمن پرې نۀ ښودې شي. ځنې وخت داسې وشي چې پۀ يو شي د سرکار لۀ اړخه لګولے ټېکس د خپل اصل نرخ نه هم زيات شي. دا کۀ يو اړخ د اولس سره ظلم دے نو بل پله تجارت هم ودې ته نۀ پرېږدي.

    د بره تمهيد پۀ رڼا کښې حکومت د ګرانۍ پۀ حواله پوره پۀ پوره پړ دے او کۀ خپله ذمه واري پۀ سمه توګه ترسره نۀ کړي نو د خلکو ژوند د سختو کړمو سره مخ کېږي، خو کۀ اولس پۀ اجتماعي ډول پۀ دې اړه فکر او عمل وکړي نو پۀ خپلو ستونزو کښې کمے راوستے شي. پۀ نورو ټکو کښې خپل کلتور ته رجوع او د خپل څادر سره پښې غځول د يو شمېر ستونزو د حل سامان لري.

    لکه د مثال پۀ توګه وادۀ ښادي، نن سبا مونږ ته د پرديو پېښو (نقل) له امله د وادۀ نه غم جوړ شوے دے. تاسو لږ درک وکړئ نو در معلومه به شي چې څۀ موده وړاندې به زمونږ د زنانوؤ ټول کالي د سپینو وو، خو مونږ د فېصل اباد، لاهور او کراچۍ د سرمايه دارو پۀ اتباع کښې د زرو پۀ کاليو لاس پورې کړو، نو اوس ئې نه پۀ سر رسولے شو او نۀ پرېښودے. د وادۀ د ډوډۍ لپاره به خلکو پۀ کور کښې سخے، سخوندر، ګډ ساتلو. خپل څاروے به ئې حلال کړو او خړه ښورواه به پۀ مېلمنو وخوړې شوه. دلته هم پردو نقلونو رواج موندلے دے. لکه د غوښې سره ورېژې، شنې مېوې، خوږې، بوتلې او نور. پۀ داسې حال کښې بيا د وادۀ قرضونه پۀ کلونو نه خلاصېږي. کۀ بل اړخ ته وګورو نو هر څوک به پخوا وادۀ له پۀ خوشحالۍ او پۀ اسانه تلې شو. د نارينو د ډالۍ خو رواج نۀ ؤ ( ځنې نزدې دوستانو به ډله بېوله او ځان سره به ئې ګډ ګډورے بوتلو)، البته ښځو به پۀ ډالۍ کښې د خپل پټې کومه غله لکه غنم، جوار يا وربشې وړې او د وادۀ کور به ورته لږه ډېره مېوه دانه ورکړه او قیصه ختمه. اوس نه پوهېږم چې د وریژو، چیني د بورو او غوړو د ټيمانو دستور د چا دے؟ خو بس مونږ د مغزو نه خلاص مخلوق خپل کړے او اوس شرمېږو. يو بل بې ځايه او بې منطقه رسم پۀ شادي هال کښې د وادۀ هم دے، دا خو د هغه خلکو د پاره مناسب دے چې حجره، ډبه او پټے نۀ لري. اوس نو دا څومره د عقل نه لرې خبره ده چې يو څوک پۀ سوات، باجوړ، دير، بنو وغيره کښې ښۀ غټه حجره، ډبه، دالان، پټے لري او ځي چرته پۀ ښار کښې وادۀ له شادي هال پۀ ګرانه کرايه نيسي. پۀ دې پسې ماته يو حکايت راياد شو چې چا د فټ بال نه پوښتنه وکړه چې دا هر سړے دې ولې پۀ لته وهي؟ نو د فټ بال جواب ؤ چې زۀ د دننه نه ډډ يم. مونږ د خپل کلتوري احساس پۀ حواله د دننه نه ډډ يو، ګنې دا ښکاره لېونتوب نۀ دے چې څۀ خلک د کوهاټ، بنو، باجوړ، سوات ، مردان يا دير وغېره نه روان شي چې پۀ پېښور کښې خوشحالي لمانځو او پۀ کلي کښې ترې زياتره خپل خپلوان، ياران دوستان او ګاونډيان پاتې شي؟

    پۀ امروزه ژوند کښې د خوراک څښاک د شيانو ګراني مونږ د ټولو نه زيات زوري، ځکه چې استعمال ئې پرله پسې وي او ژغورنه ترې نه شي کېدلې. پۀ دې اړه هم کۀ مونږ لږ زيار وباسو نو خپل اقتصاد له پوره اوګه ورکولې شو. لکه پۀ کور او د کور خوا کښې سبزيانې ټوکول، چرګې چرګان ساتل او د هغې اګۍ او غوښه پکارول، غوا مېښه ساتل او د هغې شودۀ، ماستۀ، شوملې، کچ‌ او غوړي کارول، هم دا رنګه واړۀ څاروي لکه ګډې بيزې پالل، چې پۀ ساتلو ئې هم کوم خاص خرچ نۀ کېږي، خو ستونزه دا ده چې مونږ ټول “بابوګان” يو، پۀ سپينو کښې ګرځو او څوک جامو او لاسو سخا کولو ته تيار نۀ دي. زمونږ زنانه اوس دومره کم همته، بې هنره او تن اسانه دي چې ماشومانو له قدرې ټوپۍ هم نۀ شي جوړولې، پرتوغاښ هم نۀ شي بڼلے، تر دې چب کمېص او لوپټه ګل کارۍ له بازار ته استوي.

    د کور پۀ لوښو لرګو هم مونږ د ضرورت نه زيات خرچ کوو او خپل ځايي توکي پۀ کار نۀ راولو. لکه کټ، چې د خپل غر د لرګي او بوڼ نه جوړېږي او‌‌ کۀ د بازار نه ئې اخلو هم، نو مونږ ته پۀ دوه زره روپۍ تمامېږي، خو مونږ فېشن راغستي يو، دا نۀ اخلو او پۀ دېرش، څلوېښت زره بېډ جوړوو. هم دا رنګه د خاورې او لرګي د لوښو پۀ ځاے سټيل، سلور او شیشه پۀ کاروو. پۀ دې فکر پکار دے چې ايا زمونږ اقتصادي وضع دومره سيالي او فېشن برداشت کولے شي؟ کنه مونږ به ټول عمر د دې لپاره پۀ پردو ښارونو او تودو شګو کښې مزدورۍ کوو؟

    د جينکو د سينګار سامان واخلئ، دا زمونږه نه درنه سرمايه ډوبوي او د څرمنې د رنځونو يو بنيادي لامل هم دے، خو مونږ پۀ پټو سترګو هر څۀ قبلوو. ګر چې پۀ پښتني کلتور کښې رانجۀ، دنداسه، خالونه، ګجرې وغېره مونږ ته نزدې نزدې وېړيا پرېوځي او کوم زيان هم نۀ لري. دا څو مثالونه د نمونې پۀ ډول راوړے شو، ګنې د ژوند پۀ هر اړخ کښې د خپل کلتور پۀ خپلولو او وسيلو کارولو ژوند اسانېدے شي.

    پۀ نړۍ کښې هر څوک د خپلو وسیلو، موسم او جغرافيه سره سم ژوند تابيا کوي يعنې د خپل څادر سره پښې غځوي خو دا يو پښتون دے چې پۀ ” نقل” روان دے، د مغزو نه کار نۀ اخلي، تل د زړۀ مني او سرګردانه ګرځي.

  • د وحشت نه د انسانيت پۀ طرف – اسرار د طورو

    د وحشت نه د انسانيت پۀ طرف – اسرار د طورو

    ځناور:

    د ځنګل ځناور د خوراک څښاک شعور لري. څوک وينه څښکي، څوک غوښه خوري، څوک مېوه او پاڼې خوري، د هوا مارغان يوبل خوري، د غر، صحرا، سمندر ځناور خوري، زهر هم خوري او ترياق هم، دښمن پېژني ځان ترې نه تر وسه وسه پۀ تېښته ساتي، پنجه ور ئې پۀ پنجو، پۀ داړو، پۀ لشو، پۀ خلو پۀ ژبو راټينګوي. پۀ خپله ئې هم خوري بچو له ئې پۀ مورنۍ مينه پۀ مخوکه کښې قطره قطره قېمه قېمه ورکوي. د خپل احساس اظهار پۀ صوت و اهنګ کوي، د خطر او وېرې پۀ اواز کښې ئې د مرثيې او نغمې سرور او ملال ښکاره وي.

    حلال او حرام:

    حق او باطل، حرم او حلال نۀ پېژني، د ماشوم، کم عقل لېوني، جاهل، بدو، غرڅني پۀ مثال وي. يو غلام بنده هم بس خېټه پېژني کۀ د کارغۀ پۀ خوراک ډکه شوه، کۀ د لېوۀ پۀ باقياتو مرداره مړه شوه، شوکه، غلا، رشوت، سوال، چنده، پۀ فرض عباداتو د استثنائي تاويلي جواز نه ماروا، اجرت اخستل. د لام سابق حرف عېن مفتوح کۀ مضموم شي نو هم فعالول مواد ئې کۀ کک وي کۀ لکه د ګوټ غل ئې هم خوري او د حکومت پۀ خزانو قابض مهذب مل ئې هم خوري. د چندو خبرنامې ټوله غلا پۀ ملا تپي او پۀ اربونو پتاسې د ملک دننه او د ملک نه بهر د کالجونو او هسپتالونو پۀ نوم جمع کوي، د لسو لاکهو د مفت علاج اعلان برابر کوي خو زما پۀ شان د اتيا کالو پهلوان د خپلو غاښونو د علاج د پاره Khyber College of Dentistry Peshawar ته لاړشي نو د پنځوسو روپو په قيمت ورله ايکسرے واخلي. د کورونا وائرس پۀ عذر ئې پروفېسر خپل ذاتي کلينک ته وبلي او پۀ زرګونو روپو ورله غاښونه مرمت کړي. مريض مجبور وي چې پۀ قرض خپل غرض ترسره کړي.

    عمر”لختۍ زخاني خويش به سيما توشته ايم”

    د اسلام فلسفه:

    د اسلام فلسفه دا ده چې خپل مال اموال کښې سائل او محروم شريکوه، د بل حق قطعاً مۀ خوره تر څو چې د هغۀ حق د خوړو شرعي اخلاقي جواز نۀ لرئ. عبدالرحمان بابا وائي:

    ښۀ خواړۀ چې يو ئې خوري بل ورته ګوري

    خواړۀ نۀ دي هغه زهر دي ګويا……..

    غاصب سامراج:

    د هندوستان د وېش نه وړاندې د نولسمې پېړۍ پۀ وړومبو څلورو لسيزو کښې غاصب پېرنګي سامراج د هندوستان پۀ مال او زر حريصانه نظر ؤ. د هندوستان کروړونه کافران او مسلمانان غفلت او عېش و عشرت او خود غرضۍ بې خونده کړي وو. دا د خاص و حال و عوام اوږې تږي، بربنډ لغړ د خان د مرضۍ غلامان وو. پۀ ١٨٥٧ز کښې ځنې بېدار عالمان او مجاهدينو را ولړزول خو مغلوب شو. بيا ئې د بې اتفاقۍ نه، د انفس و نفاق، د علومو نه بې خبره خانانو او سردارانونه پۀ اوچ زور د لر پښتونخوا لويه علاقه واخستله. دا علاقه ئې ټکړې ټکړې کړه. قبيلې، قومونه ئې غلامان کړل. قامي اولسي ځمکې ئې خپلو تالي څټو له پۀ ناجائزه طريقه ورکړې او هغوي له ئې قانوني تحفظ ورکړو. لارډ ميکالے د هندوستان تعليمي نصاب د هندوانو، سکهانو او خصوصاً د مسلمانانو او خاص الخاص د پښتنو د ذهني قتل او ارتداد د پاره د SLOW POISONS غوندې استعمال کړه. اکبر اله ابادي وئيلي وو چې کۀ فرعون د کالج سوچ لرلے نو د بچو پۀ قتل به نۀ ؤ بدنام شوے. پۀ علي ګړهـ کښې يو خطاب يافته بزرګ کالج جوړ کړو. نوم ئې محمدي کالج شو، علي ګړهـ کښې د علامه مفتي لطف الله صاحب مدرسه هم شهر افاق ديني عالمان ئې زېږول. دوه قامي نظريه جوړه شوه. پۀ حکمت د تعليم و تبليغ او تزکيه نفس ابراهيمي فلسفه پۀ نفرت او عداوت بدله شوه. يورپ زده اذهان ئې مسحورکړل. دين ته رابلل پۀ رټلو او قول جميل پۀ ښکنځلو بدل شو. باهمي قتلونه، فسادونه او سفاکي شوه. پېرنګي پښتانۀ خوار کړي وو. د پېسې محتاج وو پۀ جنګ کښې ئې پښتانۀ پۀ عربو وراچولي وو. ځکه خو باچاخان ته د ١٩٢٦ز دحج پۀ سفر کښې يو مصري افسر پېغور ورکړے ؤ چې:

    “پۀ مونږ پېرنګيان حمله وکړي نو ستا مسلماني او ورورولي چرته لاړه شي؟”

    “ستاسو اسلام خو پېسه ده” زما ژوند او جدوجهد صفحه نمبر٣٢٦

    خانه کعبه:

    پښتنو پۀ عربو ډزې وکړې نو هندو او مسلمان ته يو بل قتلول څۀ ګران دي.

    تاوان:

    تقسيم وشو. دانشوران دې تاواني تقسيم ته حېران شو.

    د پاکستان مشرق او مغرب کښې حائيلي بهارت خلقو ته جغرافيائي حماقت ښکارېدو. دا حماقت شل پنځويشت کاله پس حقيقت شو. بنګله دېش جوړ شو، دغه نقشه سر چوهدري ظفرالله صاحب پېرنګي وائس راے ته وړاندې کړې وه. پېرنګي هم دا غوښتنه د حضرت قائداعظم فوراً قبوله کړه. ائين نۀ ؤ. جناح صاحب اقدامات کول. د انګرېز خلاف مجاهدين جېل ته لاړل. د پښتنو د صوبې حکومت کونډ شو نو مرکز ورله بل ورکړو. پۀ ١٢ اګست د بابړې پېښه وشوه. باچاخان د پاکستان د جوړېدو نه پس د ټول ملک د پاره د پيپلز پارټۍ پۀ نوم پارټي جوړه کړه. حکومت د بغاوت پۀ الزام کښې ګرفتار کړو. د ډاکټر خان صاحب وزارت پۀ ١٩٤٧ز کښې ګورنرجنرل مات کړو. قيوم خان ته قلمدان حواله شو(اټک کے اس پار ص ٢٤)

    هند او توره:

    باچاخان دعدم تشدد پۀ فلسفه د ازادۍ حرکت کولو. دا فلسفه د پښتنو مزاج سره نۀ وه سمه. احمد شاه ابدالي ۱۷۸۶ز کښې وئيلي وو.

    پۀ برېښنا د تورې ژوند کوه احمده

    د بري جولان پۀ لور دهر دې يار کا

    ښاغلے اجمل خټک د خپل قامي بابا خوشحال خان خټک پۀ حق کښې ليکلي وو چې وائي:

    “لوئي صرف پۀ هنر او پۀ توره ده” (حماسه ويونکے مبارز شاعر، ليکوال عارف عثمان د سر محقيق خدمتګار پۀ زيار صفحه ٦٣)

    خو پۀ ١٩٢٩ز کښې د پښتونخوا پۀ غلام اباد او ياغستان کښې او د تورخم نه اخوا پۀ کابل قندهار کښې نۀ د خوشحال توره تېره وه، نۀ د ابدالي خنجر او هنر ؤ. نۀ اتحاد ؤ، نۀ پښتونولي، د تورنګزو باباجي تورې ووهلې خو زور ئې نۀ ؤ. لاړ لکړو کښې مهاجر شو.

    عدم تشدد او صبر:

    باچاخان بې تورې، بې ټوپکه جنګ کولو، د سورة العصر پۀ مضمون عامل ؤ. ايمان، عمل صالح، حق پسندي او صبر ئې وسله وه. د غلطو رسمونو قولاً عملاً خلاف ؤ او تبليغ ئې کولو. قامي تعليم ته ئې اولس بېدارولو، د مرګ ژوبلې خلاف ؤ. د کفايت شعارۍ مبلغ ؤ. پۀ کروړونو غلامانو کښې ازاد ؤ. غلامي ئې نۀ منله او عاقبت ازادي ئې وګټله او پۀ يو ازاد پښتون وطن افغانستان کښې خاوروته وسپارل شو. هغۀ سره چې د ازادۍ نه پس هر غلام ابن غلام ظلم وکړو يو يو د ناکامۍ او ذلت پۀ اور کښې ستي شو.

    د صدقت لار:

    ضرورت دا دے چې د صداقت لار د اقتدار شوقيان واخلي، د منافقت لار پرېږدي. کفر، شرک، ارتداد، کافرانو، مرتدانو او مشرکانو ته پرېږدي، پۀ خپله اسلام قبول کړي.

    حقوق:

    د قبيلو قامونو حقوق د وفاق پۀ نوم نۀ خوري. حقدارانو له مقرر حق ورکړي. حق کۀ د قامونو وي کۀ د افرادو ادا کول ئې امن راولي، د عدالت پۀ فېصله وزيراعلٰي د GIS د ادائيګۍ حکم وکړي او عمل پرې نۀ کېږي. دا حق تلفي بې قراري پېدا کوي. سابقه وزيراعظم سره ډيل وشي او بيا ورپسې شتۍ وولي. پۀ دې شوقي ډنډه غل چرته چرې نۀ دے مل شوے. د غل د غلا غلتۍ قيصه ملک او قوم له څۀ نۀ ورکوي. خدمت پکار دے. سړکونه مرمت غواړي، کارخانې د اجرا پۀ انتظار دي، زلمي روزګار غواړي، د سوال ګرو او غريبانانو بحالي پکار ده. فوځ له د اعلٰي تربيت موقع ورکولو ضرورت دے. فوځ د ملک دفاع کوي. جمهوري حکومت د عوامو وي. حکمران به تجارت نۀ کوي چې تجارت کوي نو د حکومت نه به بازار ته راکوز شي. اقتدار د بازار نګران وي چې تله ترازو پۀ انصاف وي.

    انګرېزي زمونږ ژبه:

    انګرېزي زمونږ ژبه نۀ ده دا به د سرکاري دفتر باداره نۀ وي. درسګاهونو ته به ځي هغوي به د دې ژبې نه حکمت اخلي، دا زمونږ ګم شده مال دے. خپله ژبه، خپل تاريخ، خپل دين به خپلول پکار وي. غېرتي قامونه خپل دين، خپل کلتور، خپله ژبه نۀ پرېږدي.

    بې ژبې قام ورک شي. الله تعالٰي ژبې عبس نۀ دي پېدا کړې. زۀ افغان يم. زما ژبه پښتو ده. تۀ انګرېز ئې ستا ژبه انګرېزي ده. زۀ به سل ژبې زده کوم خو زما د وطن دفتري، عدالتي او تعليمي ژبه به اردو او پښتو وي. زۀ به د جديد پوهانو څلوېښت رکني ټولنې د يورپي ژبو د علمي هنري کتابونه پۀ ترجمه مامور کړم. د سائنس د مصلحاتو ترجمې کۀ د اصل نه ګرانېږي هغه به پښتو ځان ته راجوخته کړي. طيارې ته الوتکه ښۀ ټکے دے. موبائيل ته ګرځنده بد نۀ لګي دا به د سکول، مدرسو نصاب کښې د اول نه راځي. سکول مدرسه پۀ يوه محکمه کښې وي، د پنځو کالو هلک او جينۍ به لازماً سکول ته ځي. قران ناظره، قران با ترجمه، د فرض عبادتونه. فقهې علم به تر ١٥ کالو عمر پورې ټولو وي . عصري علومو سره سره پۀ درجو تقسيم وي. د لس کالو لس درجې چې پوره شي بيا به تحقيق ته لار جوړوي. هر طالب علم به يو نه يو هنر زده کوي چې ځان له پرې روزي ګټي.

    ماهران به نصاب کښې ګڼ شمېر هنرونه شامل کړي، د کسب عزت به ساتل وي. حکومت به د زراعت، برق، ګېس او نورو معدني دولت ته متوجه شي. پېسه به ډېره شي. روزګار به عام شي. د ترقۍ منصوبې به جوړول پکار وي. صنعت او حرفت ترقي غواړي. ګاونډي ملکونو سره د امن او تجارت معاهدې ضروري دي. ترقي پۀ جنګ نۀ کېږي. جنګ تباهي راولي. صالحين صلح غواړي.

  • د قيوم خان وزارت – ليکوال: سعيد احمد شاهي – مرستيال: سيد حمزه شاه – (تېر پسې)

    د قيوم خان وزارت – ليکوال: سعيد احمد شاهي – مرستيال: سيد حمزه شاه – (تېر پسې)

    کله چې قيوم خان پۀ وزارت کښېناستو نو مسلم ليګ خو دا ورځ د خدايه غوښتله ځکه چې پۀ مسلم ليګ کښې خو ټول خان بهادران، نوابان او خانان شامل وو چا چې ټول عمر د پېرنګي مخې ته جارو وهلې وه او پېرنګے ئې خپل دوست ګڼلے ؤ. نو هغوي دا خبره بيا چرته زغملې شوه چې د هغوي مزې دې ختمې وي. او د خدائي خدمتګار چا چې ټول عمر د پېرنګي د ظلم او جبر پۀ ضد مبارزه کړې وه او د چا حکمرانۍ سره چې د دغه خانانو، نوابانو او خان بهادرانو هغه ټوله نشه وتې وه.

    نو د قيوم خان حکومت جوړېدو سره هغوي ته ايله موقعه پۀ لاسو ورغله چې دوي نشان عبرت جوړ کړي. د مثال پۀ توګه د ډاکټرخان صېب وزارت کښې پۀ هغه قانون کښې بېخي بدلون راوستلے شوے ؤ پۀ کوم باندې چي به د دغه خانانو او نوابانو پۀ سفارش خلقو ته نوکرۍ ورکېدې. پۀ دې بابت کښې د ډاکټر خان صېب حکومت اعلان کړے ؤ چې ټولې سرکاري نوکرۍ به پۀ اهليت(Merit)باندې حقدارو ته ورکولې شي او پۀ دې اړه د اميدوارانو د اهليت امتحان اخستو لپاره ئې يو بورډ هم جوړ کړے ؤ. نو دغه شته منۍ او د دغه خانانو، خان بهادرانو او د نوابانو پۀ سفارش باندې پۀ خپلو نوکرو کښې ننوتې طبقې خلق د دوي پۀ دغه اصلاحاتو باندې خفه وو.

    قيوم خان ته لويو لويو د مسلم ليګ وکيلانو وئيلي وو چي ستا د وزارت لپاره هېڅ قانوني، آئيني، جمهوري، پارلېماني، اخلاقي او مذهبي جواز نشته نو دا اوس ستا کار دے چې زمونږ درکړے شوے غېرقانوني وزارت تۀ پۀ خپله باندې قانوني کړې. نو قيوم خان ته خو د خپل وکالت د وخت تجربې او مطالعې هغۀ ته د شېطانت، ټګۍ، بد ديانتۍ، بد عهدۍ، دهوکه بازۍ ټولې لارې چارې د مخکښې نه ښودلې وې.

    نو قيوم خان د ډاکټرخان صېب پۀ وزارت کښې شامل د خدائي خدمتګارو څلور غړي چې دوه کسه (1) ميا جعفرشاه کاکاخېل (2) ارباب عبدالرحمان د ګلي ګهړۍ او دوه د کوهاټ ضلعې ممبران (3) سالار محمد اسلم خان خټک او (4) جرنېل صاحب ګل خټک د کرک د سيمې پۀ دغه خپله چالاکۍ او شېطاني ذهنيت سره مات کړل او خپل ځان سره ئې د مسلم ليګ ډله او وزارت کښې شامل کړل. چې بيا هم دغه مات شوي کسانو خپل ټول عمر د ميرجعفر او مير صادق کردار لوبولے دے.

    پۀ دغه ورځو کښې قيوم خان پۀ باچاخان باندې د وسلې د قانون لاندې يوه مقدمه جوړه کړه. سره د دې چې باچاخان د پاکستان د آئين سازې اسمبلۍ غړے ؤ او د پارلېمان د غړي پۀ توګه هغۀ دا مکمل حق لرلو چې د خپل حفاظت لپاره ځان سره وسله وساتي نو کله چې باچاخان د يو محافظ زلمي سره د دواوې د سيمې د دورې پۀ موقعه دغه تمانچه پوليس ونيوله خو باچاخان ئې پۀ هغې کښې چالان کړو.

    د باچاخان د پاکستان ائين سازه اسمبلۍ ته تګ او جناح سره ملاقات:

    پۀ کال 1948 کښې د فرورۍ مياشت کښې د پاکستان د ائين سازې اسمبلۍ غونډه پۀ کراچۍ کښې رابللې شوې وه. نو پۀ دې اړه د خدائي خدمتګارو مشرانو پۀ خپلو کښې صلاح و مشورې نه وروستو د روغې جوړې او مصالحتي لارې پۀ توګه دا فېصله وکړه چې باچاخان دې دغې غونډې کښې د ګډون پۀ اړه کراچۍ ته لاړ شي. او کۀ ممکن وي نو د ملک د نورو واکدارانو سره سره دې جناح سره دې د خبرو اترو لپاره ملاقات وکړي چې پکښې د ټولو غلط فهمۍ لرې کولو موقعه پېدا شي.

    چنانچې باچاخان کراچۍ ته لاړو او هلته ئې د پاکستان آئين سازه اسمبلۍ کښې د ملک سره د وفادارۍ سوګند پورته کړو. د هغې نه وروستو ئې اسمبلۍ کښې د تقرير کولو پۀ موقعه د خپل سياست پۀ اړه دا وضاحت هم وکړو چې؛

    “د ملک د وېش پۀ حقله زمونږ پۀ مېنځ کښې اختلاف موجود ؤ. خو دا بېخي يو سياسي اختلاف ؤ. چونکې پۀ سياست کښې پۀ هره مسئله کښې دوه رايې کېدې شي. کومې پورې چې د وېش پۀ اړه زمونږ د موقف سوال دے نو مونږ خو پۀ خپله سياسي پوهه د ملک وېش د مسلمانانو لپاره ګټور نۀ ګڼلو. خو چې کله د مسلمانانو اکثريت دغه مطالبه ومنله چې هغوي د ملک وېش غواړي او پاکستان جوړوي نو بيا مونږ د دغه اکثريت دغې فېصلې ته غاړه کېښودله.او اوس چې کله پاکستان جوړ شولو نو دا دے ما دې سره د وفادارۍ سوګند پورته کړلو. نو اوس دا زمونږ ټولو شريک ملک دے. زمونږ د اړخه سياسي اختلافات هم اوس ختم دے. نو اوس خو پکار دي چې مونږ ټول را پاڅو او پۀ شريکه د دې ځپلي شوي ملک خدمت ته خپله ملا وتړو. چې د ازادۍ دا خواږۀ د دې ملک ګټ ګټ کښې مېشتۀ غريب او بې کسه، وږي، تږي، بربنډ او لغړ قام ته ورسوو. پۀ دې اړه مونږ ټول خدائي خدمتګار خپل خدمات د اوس نه سرکاري ډلې ته د ملک او قام د ترقۍ او څوکالۍ د سپېځلي کار لپاره پېش کوو. او زمونږ له اړخه همه ګيلې او جګړې د اوس نه ختمې دي.”

    د باچاخان د تقرير نه وروستو د سرکاري ډلې يوغړي پۀ باچاخان باندې سوال وکړو چې ؛

    “ستا د پښتونستان نه څۀ مطلب دے؟”

    باچاخان هغۀ له ځواب ورکړو چې؛

    “زمونږ د دې صوبې نامه نشته دے، شمال مغربي صوبه څۀ شے دے؟ او څۀ معنٰي لري؟ دا خو د هندوستان شمال مغرب ؤ او هغه هم اوس د مېنځه لاړ. نن سبا خو د پاکستان هره يوه صوبه سرحدي ده او بېن الاقوامي سرحدونه لري. نو لکه څنګه چې د بنګليانو صوبې ته بنګال، د پنجابيانو صوبې ته پنجاب، د سندهيانو صوبې ته سندﻫ او بلوچو صوبې ته بلوچستان وئيلے شي نو هم داسې دې زمونږ د دې صوبې نامه هم بدله کړې شي او پښتونستان دې ورله کېښودلے شي. نو هر چا ته به پته لګي چې دا د پښتنو صوبه ده.”

    د دې نه ورو ستو يو بل غړي پرې بيا دا سوال وکړو چې؛

    “د افغانستان سره د تعلقاتو پۀ حقله ستا څۀ رايه ده؟”

    نو باچاخان هغۀ له يو ډېر مدلل او ښکلے ځواب ورکړو چې هغه غړے ئې لاجوابه کړو. باچاخان ووئيل چې ؛

    “کۀ ستا اسلام ما د دې ځاے نه پنځلس سوه لرې مسلمان يعنې بنګالي سره ورور کوي نو دلته ما سره نزدې پۀ پوله پروت مسلمان سره پۀ ورورولۍ تاته بيا پۀ څۀ او ولې اعتراض دے؟”

    باچاخان چې کله پۀ اسمبلۍ کښې دا تقرير کولو نو د صدارت پۀ کرسۍ جناح صېب پۀ خپله موجود ؤ. او دا ټولې خبرې ئې اورېدې.

    د باچاخان جناح صېب سره ملاقات:

    يوه ورځ باچاخان د ډوډۍ پۀ بلنه کښې ګډون وکړو او پۀ دغه موقعه ئې جناح صېب سره ملاقات هم وشو. د خبرو اترو پۀ وخت جناح صېب دا خيال ښکاره کړو چي هغه د کليوالو خلقو د ژوند حالت ښۀ کولو او هغوي له د روزګار پېدا کولو پۀ اړه د کورنۍ خامتا جامو جوړولو لپاره د څرخو او کډو لګولو انتظام کول غواړي. نو باچاخان ورله بلنه ورکړه چې پۀ دې بابت کښې زۀ تاله زمونږ مرکزعاليه سردرياب ته د راتلو بلنه درکوم چې تۀ راشه نو هلته به مونږ ټول ستا د شان سره مناسب هرکلے وکړو، ورسره ورسره به د جامو جوړولو او کډو لګولو جاج به هم واخلئ. بيا جناح صېب ورسره وعده وکړله چې زۀ کله هم پېښور ته درغلم . نو بيا هلته به پۀ تفصيل سره پۀ دې اړه شوې ټولو خبرو پۀ رڼا کښې جاج واخلو او ضروري فېصلې به هم وکړو. او دغه رنګ مرکزعاليه سردرياب ته د راتګ بلنه ئې قبوله کړه او وې وئيل چې ضرور به درځم.

    باچاخان چې کله بيا د کراچۍ نه بېرته راستون شو او ملګرو ته ئې د ملاقات ټول حال ووئيلو نو هغوي هم ډېر خوشحاله شول.

    بياهم د دغه کال د مارچ پۀ مياشت کښې د جناح صېب پېښور ته د راتګ پروګرام جوړ شولو. دۀ سره د باچاخان د ملاقات ورځ هم وټاکلې شوه. د باچاخان پۀ خواهش د خدائي خدمتګارو او قامي جرګي صوبائي مجلس عاملې غونډه هم پۀ دغه ورځ راوبللې شوه چي جناح صېب سره پۀ ملاقات کښې کومې فېصلې وشي چې پۀ هغې باندې خبر شي او مرکزعاليه ته د هغۀ د راتلو پۀ موقعه د مېلمستيا لپاره ټول پروګرام هم وټاکلے شي.

    جناح صېب چې پېښور ته راغلو نو ګورنر هاوس ته ئې باچاخان د ملاقات کولو لپاره غوښتے ؤ او چې بيا هلته ئې ورسره ملاقات وکړو نو ورته ئې ووئيل چې زۀ سردرياب ته نۀ شم درتلے البته تاسو ټول پۀ مسلم ليګ ډله کښې شموليت وکړئ.

    نو دغه شان بيا جناح صېب سمدستي د خپل هغې لوظ نه وروستو شو کوم چې ئې باچاخان سره پۀ کراچۍ کښې کړے ؤ.

    د باچاخان او د قامي تحريک د نورو مشرانو ګرفتاري:

    قيوم خان چې ځاے پۀ ځاے د خدائي خدمتګارو او قامي تحريک د کارکنانو د ګرفتارۍ کومه لړۍ د خپل وزارت د وړومبۍ ورځې نه پېل کړې وه هغه هم هغه شان روانه وه. باچاخان به پۀ مرکزعاليه سردرياب کښې دېره ؤ او خدائي خدمتګار به ورله هلته تلل راتلل. خو چې کله به هم حکومت دفعه 144 ولګوله نو باچاخان او خدائي خدمتګارو به هغه نۀ ماتوله.

    تردې چې د جون 1948ز مياشت پۀ سرراغله. او د ګرمۍ پۀ دغه موسم کښې باچاخان د خپل ټول عمري قاعدې مطابق د سوېلي ضلعو يعنې کوهاټ، بنو او ډېره اسماعيل خان د دورې کولو پروګرام وټاکلو.

    بيا هم د دغه مياشتې پۀ څوارلسمه نېټه باندې باچاخان د دغه ضلعو پۀ دوره د خپل ټاکلي شوي پروګرام مطابق خپلو څو نورو ملګرو سالارمنېرخان او نجيب الله عرف نجو بابا سره روان شولو. خو چې کله دوي احمدي بانډې ته ورسېدل نو هلته بيا پوليس دا ټول د دفعه 40 سرحدي لاندې ګرفتار کړل او د دوي نه ئې د نېک چال چلن پۀ بابت کښې ضمانت وغوښتو خو باچاخان ورته انکار وکړو نو باچاخان ئې پنجاب او سالارمنېرخان او نجو بابا ئې هري پور ته چالان کړل.

    د دې نه وروستو وزيراعلٰي قيوم خان اخبار له د دې ګرفتارو پۀ اړه يو بيان جاري کړو. دۀ پۀ خپل دغه بيان کښې پۀ باچاخان او د هغۀ پۀ ملګرو دا تور ولګولو چې؛

    ” دوي د قطبي وزيرستان ميرزاعلي خان (فقير اېپي) له نغدې پېسې وړلې او هغۀ ته ئې پۀ پاکستان باندې د حملې کولو بلنه ورکوله نو ځکه مونږ دا ټول ګرفتار کړل.”

    حالانکې دا خبره بېخي يو بې بنياده او دروغ خبره ځکه ده چي کله باچاخان او د هغۀ ملګري د ګرفتارولو نه وروستو جېل ته ورسول شو نو چې کله د جېل د قانون مطابق د هغوي نه ټول ذاتي څيزونه د جېل عملې پۀ خپل تحويل کښې اخستل نو د باچاخان د جېب نه پۀ دغه وخت درې اتيا(83) روپۍ را ووتلې کومې چې د جېل عملې پۀ خپل رېکارډ کښې هم بيا وليکلې نو د قيوم خان دغه يو تور خو هم پۀ دغه ځاے دروغ ثابت شو. خو پۀ دغه موقعه قيوم خان اصل خبره پټه کړله ځکه چې هرکله باچاخان د سوېلي سيمو د دورو اعلان وکړو نوقيوم سره د ځان او د خپلې کرسۍ فکر پېدا شوے ؤ. دۀ سره پۀ خپل زړۀ کښې دا وېره هم پرته وه کۀ چرې پۀ دې موقعه باچاخان د اولس مېنځ کښې ودرېدو او زما اصلي مخ ئې قام ته څرګند کړلو نو بيا خو زما خېر بالکل نشته.

    باچاخان ئې د ګرفتارۍ وروستو پېنډۍ ته ورسولو او بيا د هغۀ ځاے نه منټګمري (ساهيوال)جېل ته او نظربند شو.

    کله چې خدائي خدمتګار د دې ګرفتارۍ نه خبر شول نو ټول د خپلو کورونو نه بهر راووتل او ځاے پۀ ځاے ئې جلسې او جلوسونه وويستل. او دا غوښتنه ئي کوله چې؛

    ” پۀ باچاخان دې پۀ عدالت کښې مقدمه وچلولې شي کۀ چرې پۀ کښې دا ثابته شوله چې هغۀ پۀ رښتيا دغه عمل کړے وي د کوم ذکر چې قيوم خان کوي نو سخته نه سخته سزا دې ورکړې شي. نو مونږ به هم بيا د باچاخان نۀ خپلې ټولې لارې جدا کړو. کۀ چرې دا الزام دروغ وي نو بيا دې د دې دروغو وئيلو او بې ځايه تور لګولو واله دې هم دغه سزا ورکړے شي کومه چې د دغه جرم پۀ اړه پۀ قانون کښې موجود ده.

    خو پۀ دې اړه مونږ دا باور لرو چې دا پۀ باچاخان باندې يو د دروغو تور لګولے شوے دے چې حقيقت سره د لرې لرې پورې هېڅ تعلق نۀ لري زمونږ ټولو دا هم پوخ يقين دے چې باچاخان بې ګناه دے او دا هرڅۀ چې وشو يا روان دي د مخالف ډلې له اړخه زمونږ او د باچاخان د بدنامۍ لپاره يو سازش دے.”

    د دې جلسو او جلوسونو ختمولو پۀ اړه حکومت خپل ډېر زور ولګولو او د خدائي خدمتګارو خلاف ئې خپل ټول طاقت هم استعمال کړو چې وهلو ټکولو او ګرفتاروسره سره ئې خپله هر يوه حربه هم استعمال کړه.

    د دې ګرفتارو پۀ سلسله کښي حکومت پۀ بابړه کښې هم ډېرې ګرفتارۍ وکړې او د خدائي خدمتګار تحريک سره تړلي د سر سر کسان چې پۀ کښې احمد کاکا، سيد محمد فصيح باچا او د دوي نورملګري شامل وو ونيول او د هري پور جېل ته بوتلل.

    پۀ خدائي خدمتګارتنظيم پابندي:

    د جولائي د مياشتې پۀ څلورمه نېټه د صوبې حکومت يو ارډيننس جاري کړو چې پۀ کښې ئې خدائي خدمتګار تنظيم خلاف قانون وګرځولو او د دې نه علاوه پۀ “پښتون” رساله ئې هم پابندي ولګوله. د حکومت پۀ مخالفينوباندې ئې د پاکستان د مخالفينو او د قام د غدارانو نه علاوه د اسلام دښمنانو نامې کېښودلې.

    عدالت ته پېش کول خو پرېږده چې پۀ دې ارډيننس کښې يوه دفعه دا هم موجود وه چې هېڅ يو عدالت هم حکومت پۀ دې نۀ شي مجبورولے چې مجرم ته دې د خپل کړي جرم وضاحت وکړي. او نۀ د دغه نظربندۍ د سزا څۀ معياد مقرر ؤ ورسره د ټولو کسانو منقوله او غېرمنقوله ټول جائيدادونه ضبط کړے شول.

    پېرنګي ګورنر چې کله دا ارډيننس جاري کولو نو د دغه کاغذ پۀ سرباندې هغۀ پۀ غټو ټکو کښې دا ليکلي وو چې زۀ دا ارډيننس د ګورنر جنرل قائداعظم محمد علي جناح د هداياتو پۀ رڼا کښې جاري کوم.

    قيوم خان خو پۀ دې اړه د صوبې پۀ اسمبلۍ کښې تر دې پورې وئيلي وو کوم چې د اسمبلۍ د کارروائۍ کښې آن دي رېکارډ موجود دي چې؛

    “زۀ به د خدائي خدمتګارو کورنۍ د لوږې نه داسې ووژنم چې هغوي ته د صوبائي اسمبلۍ د بالا دستۍ پته ولګي.

  • سپوږمۍ کړنګ وهه راخېژه! – يار مې د ګلو لو کوي ګوتې رېبينه – مولانا خانزېب

    سپوږمۍ کړنګ وهه راخېژه! – يار مې د ګلو لو کوي ګوتې رېبينه – مولانا خانزېب

    پښتو ادب د پښتو ژبې ډول سينګار دے. پښتو زمونږ مورنۍ ژبه ده. مورنۍ ژبه ځکه وئيل کېږي چې د مياندو نه د نړۍ هر ماشوم اول خپله ژبه زده کوي او هم د هغوي د زار قربان الله هو نه جوړېږي.

    د ماشوم د مور سره نزدې والے هم د مينې او د مور د زارېدو پۀ اواز وي. مياندې پۀ دغه وخت کښې غېر شعوري ادب هم تخليق کوي. دغه غېر شعوري ادب چې د ماشوم لپاره وي خپل بېل ډول حېثيت لري. دغه د مياندو غېر شعوري ادب کله د “فولکلور” او کله د “دستاويزي ادب” پۀ شکل کښې وي. دغه شان د زنانو پۀ ذمه وارۍ د پښتنو پۀ ټولنيز ژوند کښې د کور کار ، اخلې پخلی، غوجل ، د کور پاکي ،او د ماشوم پالنه هم وي. بلکې پۀ ځنې سيمو کښې د سړو سره اوږه پۀ اوږه کارونو لکه د پټي” لو لور” سره د غر چينې نه پۀ سر اوبۀ، ګېډي راوړل هم وي. او داسې نۀ برېښي چي ګنې زنانه د نارينو نه پۀ کار همت کښې کمزورې دي.

    زنانه پۀ پښتنه ټولنه کښې ډېرې ناوزګاره وي. هېڅ کله د دغه ذمه وارو د ډېروالي فرياد نۀ کوي. د څپل څښتن پۀ خاطر پۀ پردي کور کښې هره سخته زغمي خو د دې سره بيا هم د دوي فکرونو او ذهنونو د پښتو ادب ته ډېر څۀ د ټپې پۀ شکل وربخښلي. ځکه خو پۀ فولکلوري ادب کښې د نارينو نه د زنانو ونډه ډېره ده. دغه رنګ پښتنې زنانه پۀ دستاويزي ادب کښې هم ډېره برخه لري خو د بده مرغه د ټولنيز اثراتو له وجې دغه زيار پټ او ورک پاتي وي.

    فولک پۀ معنٰی د اولس او لور پوهې ته وائي. يعنې اولسي پوهه دغه د اولسي ادب لمن ډېره پراخه وي چې پۀ کښې د اولس عادتونه، دودونه، د ابادۍ جوړول، خوارک، پوشاک، غم ښادي، کار روزګار، متلونه، مينه، رسم ورواج، رومانوي بهادرې، د خټو لوښي، کالي جوړول اچول، د بزرګانو زيارتونوته تلل، پۀ غاړه کښې تعويزونه اچول، لو کول ،اتڼ او ډول ډول خوشحالي او نور ډېر څۀ ياد وي. هم دا د اولس پۀ ژبه وي او هم د اولس پۀ ژبه خپرېږي. د نړۍ پۀ هره ژبه کښې دغه اولسي ادب مهم وي او پۀ پښتو کښې ډېر اهميت لري ځکه خو ډېر ليکوال هم د دغه اولسي ادب نه الهام اخلي.

    دغه اولسي ادب د يو اولس د تېروخت د تاريخ پۀ اړه هم لکه د اساطيري رواياتو پۀ شان ډېر څۀ پنګه پۀ لاس ورکوي. دغه اولسي ادب د اولسونود ذهنيت، عقايدو تاريخ او تمدن، هنداره وي،اولسي ادب د پوهنې سرچشمه وي ځکه چې د اولس د مېنځ نه سوچه او پۀ اصل شکل راوتلې وي. ځنې پوهان پښتو اولسي ادب د هغۀ ډيوې سره مشابه وائي چې تل بله وي اولسي ادب د پوهنې سرچينې وي. ځکه دا د رواني ژوند د روندش نه راوتلې وي او د اولس اخلاق او مال ګڼل کېږي. پۀ مجموعي بڼه پۀ هر ډول کړو وړو کښې اولس يو ستر، پوهاند، حکيم، مفکر، او فلسفي ګڼلے شي. او د ټولو کمالاتو منبع هم اولس وي ځکه پښتانۀ وائي! د اولس زور د خداے د زوره وي د اولس چڼ خلک هم د اولس نه راوتلي وي. د دې وجې نه وئيل کېږي. کۀ څوک د يو اولس رښتينې څېره د تېر وخت لټول غواړي نو د هغوي اولسي ادب دې وڅېړي .

    د اولسي ادب ژبه ډېره ساده او د هرډول تصنعٰ نه پاکه وي. اولسي ادب ځان له د مئينتوب سندرې نه بلکې د ژوند پۀ ټولو ترخو خوږو خور وي ځکه چې اولس ته خداے باور او زور ورکړے دے.

    سږکال او تېرکال لو لور پۀ روژه کښې راغلے او سپوږمۍ هم پۀ کښې څرګندېږي. زياتره زميندار د شپې پۀ شېبه کښې “لو” کوي نو راځئ د داسې وخت د خوندورې نندارې پۀ اړه د پښتو د دې تاريخي او خوږې ټپې پۀ، شاليد سره وغږېږو.

    د نړۍ پۀ مخ چې څومره ژبې وئيل کېږي د ټولو ابتداء د اولسي شاعرۍ نه شوې. د هرقام اولسي شاعري د دغه قام د تهذيب او کلتور ائينه دار وي.

    ځکه چې پۀ اولسي شاعرۍ کښې د فطرت رښتينې رنګونه او خوندونه ځلېږي.

    پۀ دې اړه “غني خان” وائي اولسي سندرې د يو قام د ژوند دروحاني اړخ ترجمان هم وي خو کۀ دغه قام د خپلو رواياتو پۀ رښتيا قدردان وي.

    دغه رنګ دپښتنو د ادب ابتداء هم داولسي شاعرۍ نه شوې.

    “ټپه” “مصرعه” يا لنډۍ د پښتنو د اولسي شاعرۍ ابتدائي اړخ دے. د پښتو اولسي ادب پۀ تاريخي بڼه د پښتو او پښتنو روايات ژوندي او فعاله ساتلي. ټپه پۀ درې نامو يادېږي ” ټپه” “لنډۍ” او “مصرعه”.

    دغه رنګ، پيرروښان او نور روښاني شاعرانو لکه دولت لواڼي، مولا ارزاني او مرزا خان انصاري وغېره پۀ خپله شاعرۍ سره پښتو ادب ته لويه پنګه ورکړې. د حالنامې د وېنا نه معلومېږي چې د روښاني شاعرانو نه مخکښې کوم قابل ذکر شاعر پۀ پښتو کښې نشته خو علامه حبيبي د دې خبرې سره د “پټې خزانې” پۀ شهادت اختلاف ساتي.

    پۀ ټپه کښې دوه مصرعې وي او پۀ نيمکۍ کښې دوه يا درې شعرونه وي.

    ټپه د پښتو شاعرۍ قديم ترين “صنف” دے او پښتو ته د دې صنف د اوليت حق حاصل دے. ټپه د پښتنو د خوئي خصلت زبردست ترجمانه هم ده.

    پۀ ټپه کښې د يو مثالي پښتون ټول خويونه ډېر پۀ زړۀ پورې انداز کښې پۀ ځاے کړے شوي وي. داسې پښتانۀ به ډېر کم وي چې يو څو ټپې ورته نۀ وي يادې.

    ټپه د پښتنو د جذباتي اړخ ترجماني کوي. هر پښتون د غم ښادۍ پۀ وخت د ټپې د وئيلو پۀ شکل کښې د خپلو جذباتو او احساساتو څرګندونې کوي.

    دغه رنګ د سړو سره د ټپې صنف زنانو هم ډېر وئيلې او جوړې کړي. د حمزه بابا د وېنا تر مخه د نارينو نه د زنانو ونډه پۀ ټپه کښې ډېره ده. دغه شان پۀ ټپه کښې د ژوند د جذباتي اړخ سره د رومانوي اړخ ذکر هم کېږي.

    د پښتنو د کلتور داسې اړخ به نۀ وي چی پۀ ټپه کښې ياد شوے نۀ وي.

    دغه شان ټپه پۀ پښتو ادب کښې هغه صنف دے چې د نورو ژبو سره نشته صرف د پنجابي ،ماهيا تکنيک د لنډۍ سره څۀ لږ ډېر نزدې والے لري .

    ټپه د پښتنو شريکه اثاثه ده. پۀ انفرادي توګه څوک د ټپې د تخليق او ملکيت دعوي نۀ شي کولې چې د چا پۀ غوږ ولګي ورته ياده شي بس د هغۀ شي.

    يعنې ټپه د هېچا هم نۀ ده خو بل طرف ته د هر چا هم ده. د دې وجې چې څوک د ټپې دعوه وکړي ځان ته ئې منسوب کړي يا کتاب او ديوان پۀ دې عنوان چاپ کړي نو د پښتنو ادب پوهان دې بدعت ته پۀ ښۀ سترګه نۀ ګوري.

    لکه دا ټپه د خان محمد اکبر ده خو څوک ئې منسوب کوي ورته نه…

    باچا امام زۀ مقتدي وم

    ګاندهي امام شو ځکه ځان له نيت تړمه

    دغه رنګ د ټپې د دواړو مصرعو د سېلابونو برابولو د پاره خامخا “يا قربان” “يا يکه زار” وئيل هم خوندورکار نۀ دے. ځکه د مغموم صېب د وېنا تر مخه د ټپې خوند هم پۀ دې کمي زياتي کښې دے.

    د څۀ وخت نه داسې ګڼل کېږي چې د پښتنو وطن هر وخت د شر او غوغا ټاټوبے دے خو پۀ تاريخ کښې داسې نۀ ده. ځکه چې د پښتنو خاوره د زرګونوکالونه د امن د لوے لوے تهذيبونو امين پاتې شوې ده چې هم دا ټپه ئې دليل دے.

    د مغموم صېب د وېنا تر مخه بره ذکر شوې ټپه د شپې پۀ وخت کښې د پېغلو د ګلو”لو”ته اشاره ده.

    دا رسم خو نن سبا نشته البته د”رګ وېد” ترمخه پۀ وېدي دوره کښې به د غټو مذهبي رسمونو لپاره پېغلې غرۀ له تلې د “سوما” پۀ نوم يو بوټے ؤ چې نشه لرونکے”رس”به ترې ويستل شو. کله به چې د دې بوټي د ګل وخت شو نو سپوږمۍ به را وختله او رڼا به ئې پۀ ځلا شوه نو پېغلې به د دغه بوټو د رېبلو لپاره غرۀ ته تللې او هلته به ئې د خوشحالۍ اتڼ هم کولو. دغه اتڼ د باجوړ پۀ سيمه کښې د “ناري ګوښ” پۀ نامه د پخو زنانو د اتڼ پۀ شکل د تېر لنډ وخت پورې ؤ چې منګي به پۀ کښې غورځولے شو .

    دغه د سوما د بوټي ذکر علامه حبيبي د زرتشت پۀ وخت کښې هم کوي.

    د سعدالله جان برق د وېنا ترمخه پۀ سوات کښي اوس هم يو غر دے چې خلق ئې د “جونو سر” پۀ نوم اوس هم يادوي.

    پۀ دې ټپه کښې د توري “کړنګ” دے البته ځينې څېړونکي دا تورې ګړنګ ياده وي. چې د غرۀ ژور ځاے ته وائي.

    لکه پۀ دې شعر کښې چې ذکر دے.

    ټيټ مې مۀ بوله غورځنګ راباندې مۀ کړه

    زۀ پۀ دې افتادګۍ کښې لوے “ګړنګ” يم

    دغه شان د دې ټپې پۀ اساس او برکت زمونږ ادب پوهان د پښتو شعر عمر تر “وېدي” دورې پورې پۀ زرګونو کاله قدامت پسې رسوي چې حقيقت هم داسې دے .

    يا لکه دا ټپه .

    کۀ د خالو لښکرې راغلې

    زۀ به ګومل ته د خپل يار ديدن له ځمه

    البته يار محمد مغموم وائي چې دومره لرې مۀ ځئ، پښتنې زنانه اوس هم د خپلو نارينو سره د “شپې” پۀ پټو کښې لوونه کوي او دا لوونه کله د “ګلو شړشمو” او “جمامې” هم وي. يعنې دا ټپه د خالص پښتو کلتور او ژوند ژواک نمائنده او هنداره ده چې د زرګونو کالو د رواياتو سره تر ننه زمونږ سره پۀ عملي ژوند کښې سره د ثبوت پرته ده.

  • “زۀ او زما زمانه” – رشيد احمد

    “زۀ او زما زمانه” – رشيد احمد

    “زۀ او زما زمانه” د خداے بخښلي عبدالخالق خليق د ژوند ليک عنوان دے او ښۀ معروف دے. ولې ما دا دعنوان تر حده خوښ کړے دے. نور پۀ دې څۀ بحث نۀ کوم او کۀ څوک ئې شوق لري نو ما پۀ خپل کتاب کښې پۀ دې تفصيلي بحث کړے دے. زۀ به د خليق صېب نۀ بلکې د خپلې زمانې خبره کوم ځکه چې خليق صېب هم تلے دے او زمانه ئې هم تېره شوې ده. اوس زمونږ زمانه ده.

    صوفي صېب دې الله پۀ جنتونو سرکړي، يوه ورځ پۀ دفتر کښې ناست ؤ نو راته ئې وئيل څۀ ښۀ زمانه وه لاړه تېره شوه او د خپل وړوکوالي پۀ زمانه پسې ئې ارمان وکړو۔ نو ما ورته ووې چې صوفي صېب خبره دې پۀ ګل بدله خو دا راته ووايه چې ستاسو پۀ زمانه ستاسو پۀ جومات کښې څو صفونه نمونځ ګذار وو او اوس څومره وي۔ وې يره داخبره خو دې ښۀ وکړه پخوا خو زمونږ د کلي پۀ جومات کښې يو صف نۀ پوره کېدلو او اوس درې صفونه وي او کله کله څلور شي۔ نو ما وې زلمي ډېر وي، ماشومان کۀ بوډاګان۔ وې يره ځوانان ډېر وي او ماشومان هم وي۔ ولې پخوا خو به يو څو مشران او بوډا ګان راغونډ وو۔ ولې اوس داسې نۀ ده، خلکو تعليم حاصل کړے دے۔ د دين نه خبر دي. کۀ ټي وي او موبايل راغلو نو سهولتونه ډېر شو او اسانۍ ورسره راغلې۔ خوحالات سم نۀ شو۔ داڅۀ وجه ده؟

    نو بحث پۀ دې روان شو چې بيا څۀ چل وشو خلک خود غرضه شول چې څومره سهولتونه راغلل نو هومره ځان ځاني شوه۔ هرسړے د ډېرو سهولتونو د حاصلولو لپاره پۀ منډه شو۔ نورې معاشرې د تعليم او سائينس د ترقۍ سره مخکښې لاړې او ښۀ اقدار ئې خپل کړل۔ ولې مونږ سره اپوټه کار وشو۔ زمونږ ليډران لاړل خود غرضه شول.

    صوفي راته پۀ هشنغر کښې د خپل کلي يوه قيصه وکړه چې دانګرېزانو پۀ زمانه زمونږ د کلي د دوه خانانو ترمېنځه دښمني وه او ډېره سخته وه. انګرېزانو به پۀ خلکو ډېرې زياتې ماليې لګولې او چې خبره به د حد نه واوخته نو جائيداد به ئې سرکاري کړو۔ بيا د انګرېزانو سره به مقامي خلک نوکران وو نو هغوي به لا ډېر ظلمونه کول۔ نو وئيل ئې چې پۀ هغه يو خان باندې ډېره ماليه ولګېدله” شپږ شلې روپۍ” چې نن سبا د لکونو قيمت لري۔ وې خان ته نوټس مېلاو شو چې کۀ دا رقم دې خزانه کښې جمع نۀ کړو نو جائيداد به دې سرکاري شي۔ وې خان ډېر وګرځېدلو چې د روپو بندوبست وکړي ولې څۀ انتظام ونۀ شو۔ نو يوماښام ئې څادر پۀ سر کړو او د هغه خپل دښمن حجرې ته ورغلو۔ وې هغه بل خان پۀ خپله حجره کښې ناست ؤ، د قران شريف تلاوت ئې کولو۔ چې دا خان راغلو او د کټ پښو ته کښېناستلو۔ د حجري خاوند خان او د دۀ دښمن د سترګو پۀ ګټ کښې دۀ ته وکتل وې څنګه راغلې۔ نو وې خان ورته ووې چې شرمېږم او تباه کېږم۔ انګرېز راباندې ماليه لګولې ده او ټول جائيداد مې سرکاري کوي۔ نو هغۀ ترې تپوس وکړو چې څومره روپۍ دي۔ نو دۀ ورته ووې چې “شپږ شلې” نو وې هغه پاڅېدو لاړو چې بېرته راغے نو روپۍ ئې ورکړې. وې پوره شپږ شلې دي۔ چې کله دا خان بېرته روان شو نو غږ ئې ورته وکړو چې فلاني هغه بله خبره به پۀ خپل ځاے ده. وې خان لاړ ماليه ئې جمع کړه او د پښتو خبره وه چې دښمني پۀ خپل ځاے وه. زما دسوال پۀ جواب کښې ئې ووې چې ډېره موده پس بيا جوړه شوه۔

    ما وې واقعي چې اوس داسې هغه درانۀ پښتانۀ چرته دي۔ اوس خو يو بل شرموي۔

    نو خبره شروع شوه چې اوس داسې مشران چرته دي۔ صوفي صېب وې د خوشحال بابا خبره چې:

    “د دستار سړي پۀ شمار دي”

    نو ما ترې نه تپوس وکړو چې پۀ دې خو مې لږ پوهه کړه کنه۔ نو وې ئې ولي تۀ ويني نه څۀ چې هر سړے راشي ووټونه غواړي او وائي چې “نۀ ټيټېږي،نۀ خرڅېږي او نۀ وېرېږي”.

    نو وې ولې دا ټول دومره نران او باتوران دي؟۔ چې اول ئې پۀ کندو کښې سپږه نه سپورېږي او بيا چې کله دوي کامياب شي نو تۀ ګورې نه چې پۀ غټو ګاډو کښې ګرځي او پۀ يو ساعت کښې د علاقې پۀ شتمنو کښې حساب شي۔ نيکۀ به ئې د لوږې مړ وي او دوي بيا د لويو لويو خانانو سره خپلې شجرې جنګوي۔ نو ما وې دا خلک خو هم ډېر هوښيار دي نو د ښۀ سړي انتخاب به څنګه کوي. نو وې کوم خلک چې خانداني سياستدانان دي هغوي ته وګوره هغوي پۀ دې مېدان کښې اوسېدل غواړي، نظريه لري يو فکر لري۔ قام ته تعليم ورکوي او د مسئلو مستقل حل غواړي۔ او دا نن چې لکه د خرېرړو راټوکيدلي دي دوي خاندان او د قام مستقبل نۀ ټسوي بس خپل جېب او بېنک بېلنس سره ئې کار وي۔ او چې دغه پوره وي نو بيا ئې څۀ کوي۔ دوي خو نۀ پۀ خبرو پوهېږي، نۀ د محفل د ادابو نه خبر وي، او نۀ مېلمه مېلمستيا پېژني۔ پۀ هاسټل کښي ټول عمر پۀ قرضونو او نسيا ډوډۍ ګانې وخوري، د هاسټل روپۍ ورپسې جمع شي او بيا ئې پۀ سياسي سفارشونو معاف کړي چې کله دغه خلک چې پۀ کوڅو کښې د چغو چغارو عادت او ټوپونو روان وي نو بيا هر چرته کۀ حجره وي او کۀ بازار يا اسمبلي وي او کۀ جومات دغه چغې او ټوپونه وهي، چې خبره کوي نو څۀ شاليد ئې نۀ وي او نۀ ئې پۀ مستقبل نظر وي۔

    ما وې يره صوفي صېب خبره مو ډېره د مطلب وکړه او تۀ خو ډېر پوهه يې نو پۀ خپله ولې دې مېدان ته نۀ دانګې۔ وې ځه مړه؛ زۀ غريب سړے يم پۀ لږه تنخوا ګزاره کوم او ژوند مې ښۀ تېرېږي. تۀ اوس ما غرقوې۔ دلته دې پۀ دې يو دفتر کښې د ځان سره ناست خوښ نۀ يم څۀ۔ ما وې نه دا مطلب مې نۀ دے۔

    هسې صوفي صېب د هشنغر د سيمې د يو پخواني کلي د ديندارې کورنۍ سره تعلق لرلو. نيکۀ ئې پۀ ولي مشهور ؤ او پلار ئې هم نېک انسان ؤ. قران ئې حفظ کړے ؤ او راغلے پۀ رېډيو کښې نوکر شوے ؤ۔ ما او هغه ډېره موده پۀ يو دفتر کښې کښېناستلو او ښۀ وخت مو تېرولو۔ صوفي صېب ډېر تجربه کار پروډيوسر ؤ. او ديني علم ئې هم کړے ؤ۔ ډېرې د کار خبرې به ئې کولې۔ پۀ ونه ډېر دنګ نۀ ؤ ، وړه وړه ږېره ئې وه. د مونځ اودس او روژې به ئې ډېر خيال ساتلو۔ ډېري د مطلب ډکې خبري به ئې کولې۔ د صوفي صېب ډېرې خاطرې دي او ډېرې دلچسپې دي۔ يو ورځ ئې زمونږ د يو بل ملګري سره پۀ څۀ خبره خبره ترخه شوه نو هغۀ ورته ووې صوفي زۀ خو داسې صفا يم لکه ماشوم چې پېدا شي۔ نو صوفي صېب ورته سمدستي ووي ځکه ئې پۀ سخا او زړو چيرړو پاکولې۔

    الله دې پۀ ګور نور کړي يوه قيصه ئې راته کوله وئيل ئې چې پخوا پۀ دې ښار کښې پۀ يوه سېنيما د انګرېزي فلم ولګېدلو نو وې ئې يوه سيکهـ به هره ورځ هغه فلم کتلو او يوه شو به ئې نۀ قضا کوله۔ نو وې يوه مياشت پس ترې چا تپوس وکړو چې سردار جي دا فلم ولې بار بار ګورې لکه چې څوک دې پۀ کښې خوښ شوي دي۔ نو وې ئې پۀ دې فلم کښې يو سين داسې ؤ چې يو هلک او جينۍ سيند ته لامبلو له لاړ شي۔ دوي چې کله جامې بدلوي او ورو ورو ئې وباسي نو يو بس راشي تېر شي او چې بس تېر شي نو دا هلک او جينۍ د سيند پۀ اوبو کښې دننه وي۔ نو سردار ووې چي زۀ ئې هره ورځ ځکه ګورم چې کله خو به دا بس لېټ شي کنه۔۔۔ نو هغۀ وې چې بس مونږ هم ټول عمر د بس لېټ کېدلو پۀ انتظار کښې ليډر ته ګورو خو نۀ بس لېټ شو او نۀ ليډر سم شو.