Author: pakhtoon

  • پۀ خدائي خدمتګار غورځنګ کښې د ښځو ونډه – دروېش درانے

    يو دغه وخت ؤ چې باچا خان د نومونو قدرې د سترونو او خور شوي حبس ماتولو د پاره زړۀ چاودون کولو او د “پښتون” پۀ پاڼو “يوه خور”، “د نوښار يوه خور”، “د کوهاټ څخه يوه خور” نه ئې خبره د خپل نوم ليکلو جرأت ته راورسوله. بيا هغه وخت هم راغلو چې ښځو د نمائندګۍ مطالبه وکړه او هغه بله ورځ 27] فروري [2020 هغه وياړمنه ورځ وه چې باچا خان مرکز کښې د ښځو يو بل کنونشن وشو.

    دا د ارتقاء مزل دے – دا پۀ خپل ذات او د خپل ذات پۀ جوهر د باور د زېږېدو د تجربې مزل دے. پښتنو ښځو ته د خپل شتون احساس شوے دے او پښتنو هم دا منلي دي چې “نيم شل وجود” تر څو مل شوے نۀ وي، د منزل پۀ لور مزل باندې به خپسه ناسته وي. “خدائي خدمتګار غورځنګ” ښځې د صنفي مساوات د بابولالې نه ډېر پياوړي او هسک احساس “د قامي وجود نيمه برخه” سره معارفي کړې دي. دلته ښځه “نيمګړتيا” نۀ، د تکميل اړتيا ده – ښځو نه بغېر قام نيمګړے، ازادي نيمګړې او وجود نيمه خوا دے.

    د ښاغلي دروېش دراني دا ليکنه دې باچا خان مرکز کښې کامياب “د ښځو کنونشن” منعقد کوونکو خوېندو او “د ښځو نړيواله ورځ” )اتم مارچ( پۀ مناسبت ټولو تورسرو ته د “پښتون” نذر وي.

    “خدائي خدمتګار غورځنګ” د پښتنو د تاريخ يو زرين باب دے. د دغه غورځنګ باني خان عبدالغفار خان (1988-1890) ؤ چې پښتانۀ لۀ عقيدته ورته “باچا خان” وائي. باچا خان چې پۀ کومو خواريو دغه غورځنګ جوړ کړے ؤ او د هغۀ غړي ئې څنګه روزلي وو، د هغې اندازه لۀ دې يوۀ مثاله پۀ ښه توګه لګېدې شي چې د دۀ دا اصول ؤ چې خدائي خدمتګار به د پښتنو هر کلي، هرې حجرې او هر کور ته ځان رسوي. پۀ هم دغه لړ کښې يو ځل ولي خان او سالار اعظم خان پۀ دوره يو ډېر لرې کلي ته ورسېدل او هلته د جماعت د یوې اونې پۀ سيوري کښېناستل. ولي خان چې پۀ کټ کښې پښې وغزولې نو وې وئيل چې مونږ هم دا يو د خدائي خدمتګارۍ پۀ لړ کښې د دې قام د پاره دومره کړاو ګالو. د دې خبرې پۀ اورېدو سره سالار صاحب ورته ووئيل چې يو ځل زۀ او باچا خان هم دلته راغلي او پۀ هم دغه توګه مو تر دې اونې لاندې سر پۀ سيوري کړے ؤ. هغه وخت د دا مخامخ غرۀ پۀ سر کښې پورته کېدونکي لوګي ته چې د باچا خان پام شو نو د جماعت لۀ امام صاحب نه ئې وپوښتل چې دغلته کلے دے؟ هغۀ ځواب ورکړو چې نه! کلے نۀ دے، يواځې يو کور دے او يو سړے پۀ کښې اوسي. سالار صاحب وئيل چې “باچا خان ما ته مخ را واړوۀ چې ورځو به. امام ووې چې صاحب! دغه سړے د جمعې نمانځۀ له دلته راځي، زۀ دا ستاسو خبرې ټولې يو پۀ يو هغۀ ته وکړم او ستاسو د ورورولۍ پېغام به هغۀ ته ورسوم. خو باچا خان کله منله. وې ئې، دا پښتون به سبا ګيله کوي چې باچا خان پۀ ټولو پښتنو وګرځېدو خو زما د کور تر بوتکي پورې را نۀ غے. دا ئې ووې، پاڅېدو، څپلۍ ئې راکښلې او مونږ هم ورسره دغه غرۀ ته اړم شو. (381:2)

    داسې باچا خان د پښتنو هر کلي او هرې حجرې ته ځان رسولے ؤ او د هغو د پوهولو هڅه ئې کړې وه. د دغسې هڅو برکت دۀ نۀ يواځې دا چې پۀ پښتنو کښې سياسي پوهه را پېدا کړه، بلکې د پښتني ژوند هر اړخ ته ئې ځلا وبخښله. تر دې چې د پښتنو ښځې چې تل لۀ ټولنيزو چارو څخه يو اړخ ته پاتې شوې دي او اوس هم يو اړخ ته دي، د خدائي خدمتګار غورځنګ پۀ شپو کښې ئې پۀ لويه پېمانه پۀ دغسې چارو کښې برخه اخسته. د دغې برخه اخستنې ځينې مثالونه ئې دلته مونږ راوړو.

    کله چې خدائي خدمتګار غورځنګ پۀ ځوانېدو او لور پۀ لور پۀ خورېدو او باچا خان “پښتون” مجله راويستله، پۀ دغو شپو کښې د خدائي خدمتګارۍ اثر پر وړو زړو، ښځو نرو او ماشومانو داسې شوے ؤ چې باچا خان هم وائي چې زۀ ورته حېرانېدم. جينکو هم ]د سرخپوشانو پۀ شان[ سرې جامې جوړې کړې وې، نظمونه ئې ياد کړي وو، هغه به ئې نورو ښځو ته اورول. د “پښتون” مجله ئې پۀ شوق لوستله. چې “پښتون” مجله به راغله، جينکۍ به را جمع شوې، يوې جينۍ به لوستله او نورو به اورېدله (364:1) او چرته چې به د خدائي خدمتګارو جلسه وه نو پۀ زرګونو ښځې به ورته راتلې. د جلسې ګډون والو ته به ئې اوبۀ راوړلې. دا يو عام معمول ؤ چې پۀ کوم کلي کښې چې به باچا خان د نارينو غونډې ته وېنا وکړه نو بيا به ښځې هم د دۀ د وېنا د اورېدلو د پاره را غونډې شوې وې او دۀ به هغو ته بېله وېنا وکړه. پۀ دغسې غونډو کښې چې به کومې سپاسنامې دۀ ته وړاندې کېدې، پۀ هغو کښې به دا مشهوره ټپه تکرارېده چې:

    کۀ د زلمو نه پوره نۀ شوه

    فخرِ افغانه! جينکۍ به دې ګټينه

    باچا خان د سپينې وړۍ د يوې جلسې يادونه کوي او وائي چې:

    “دغه جلسې ته ښځې هم راغلې وې. پۀ دې کښې هوائي جهاز راغے، پۀ ښځو را غوټه ش. ډېرې ښځې وتښتېدې، لېکن ما چې ورته اواز وکړو چې تاسو څنګه پښتنې يئ چې د هوائي جهاز نه تښتئ نو ټولې واپس شوې. هواباز ډېر ځله جهاز د هغو پۀ سرونو تېر راتېر کړو، چې ښځې و نۀ وېرېدې نو مايوسه شو او واپس لاړو. (454:1)

    دا خو د کلو حال ؤ چې ښځې ئې جلسو ته راتلې – پۀ ښارونو کښې بيا خبره د دې نه هم مخ ته تللې وه. هلته به ښځو جلوسونه )لاريونونه( هم راويستل. يو ځل د ډېره اسماعيل خان پۀ ښار کښې د ښځو جلوس روان ؤ، د پوليسو انسپکټر جنرل هغوي ته د خورېدلو امر وکړو. چې ښځو ئې امر ته غوږ و نۀ نيولو نو دۀ د غصې پۀ حال کښې تماچه باندې راويسته خو يو سکهـ زلمي ئې لاس ونيولو چې، شرمېږې نۀ؟ پر ښځو ګولۍ چلوې؟ پۀ دې کښې د هغۀ لۀ لاسه تماچه ولوېده (434:1). دا خو لا څۀ کوې، ماشومانو هم پۀ کلو او ښارونو کښې خپل تنظيمونه جوړ کړي وو. جلسې به ئې کولې او جلوسونه به ئې راويستل. يو ځل پر دغسې جلوس باندې حکومتي رساله راغله. “د سورو دا کوشش ؤ چې دا سره جنډه ترې واخلي. هلک کمانډر حکم وکړو، جنډه ئې کېښوده او ټول هلکان پرې قت پۀ قت څملاستل. پېرنګي ډېره دوزه دبکه او اسونه ودانګول را ودانګول خو هلکان پراتۀ وو. پۀ ملاسته به ئې د “انقلاب زنده باد” او “فخر افغان زنده باد” چغې وهلې (112:2). پۀ دې پسې زۀ دا هم ور زياته کړم چې هغه وخت خبره يواځې د جلسې او جلوس نۀ وه، پښتنو مېرمنو پۀ هر اړخيزه توګه سياست ته ور دانګلي وو. کله چې پۀ 1932 کښې خدائي خدمتګارو د انتخاباتو بائيکاټ وکړو نو “د پولنګ پۀ ورځ هر ځاے پۀ زرګونو زنانه قران پۀ سر لۀ کورونو راووتلې او چې څوک به ووټ له راتلو، ورته به ئې وې چې ستاسو ننګيالي او غېرتي وروڼه، چا چې درله ووټ ګټلے دے، نن د پېرنګي پۀ تورو تمبو دننه پراتۀ دي؛ نو تاسو دومره پښتو وکړئ چې تش ووټ قدر له مۀ راځئ.” (241:2)

    زمونږ پۀ فولکلور کښې د ملالۍ هغه ټپه ډېره مشهوره ده چې پۀ اړه ئې وئيل کېږي چې د مېوند پۀ جنګ کښې ئې غازيان دې ته هڅولي وو چې بائيلونکے جنګ وګټي. د خدائي خدمتګارو شا ته دغسې ننګ ته هڅوونکې مېرمنې ډېرې ولاړې وې. یو ځل چې پۀ اتمانزو کښې د سرخپوشو پۀ يوه جلسه باندې فوج ډزې وکړې او دوه تنه ئې شهيدان کړل، نو خلک پۀ تښتېدو شول. دغې جلسې ته لۀ معموله سره سم ښځې هم ډېرې راغلې وې. د هغو لۀ منځه يوه جينۍ چې نوم ئې “دل اراء” ؤ او د باچا خان خورزه وه، راووتله او “د جلسې طرف ته ئې را منډې کړې. کوم خلک چې تښتېدل، پۀ هغو کښې يو سړي ورته ووئيل چې جينۍ! دا څۀ کوې؟ نۀ وينې چې دا ډزې کېږي؟ دې ورته وئيل، بې غېرتو! تاسو تښتئ، ځکه خو زۀ مخامخ پرې ورځم. د دې جينۍ پۀ وېنا دا ټول خلک ور واپس شول او د فوج نه چاپېره شول نو د فوج افسر تپوس وکړو چې دا خلک څۀ غواړي؟ سعدالله خان ]د ډاکټر خان صاحب زوي[ ورته ووئيل، دوي ستاسو تلاشي اخلي چې تاسو د دوي مړي د ځان سره يو نۀ سئ. پۀ دې خبره فوجيان د خلکو لۀ منځه ووتل او لاړل. (412-13:1)

    د خدائي خدمتګارو د مبارزې پۀ دوران کښې داسې نورې پېښې هم ډېرې دي چې کله به سړو چرته څۀ کمزورتيا ښکاره کړه نو ښځو به د هغۀ مخ ته هنداره ونيوله او هغوي به ئې پر خپل دغه عمل پښېمانه کړل. د 1930 کال د خدائي خدمتګارو د پاره ډېر خونړے کال ؤ. نۀ يواځې دا چې جېلونه ئې پۀ دوي ډک کړل بلکې د دوي ډېرې وينې ئې هم وبهيولې. اتمانزئ او شاوخوا نور کلي انګرېزانو کلابند کړي وو. خدائي خدمتګاران خو ئې ټول جېلونو ته غورځولي وو، عام خلک به ئې هم کورونو ته نۀ پرېښودل. پۀ يو مېدان کښې به ئې سره راګرځولي وو، وهل او ټکول به ئې او دا به ئې ورته وئيل چې ګوته ولګوئ چې مونږ خدائي خدمتګار نۀ یو. هغوي ولې چې خدائي خدمتګار نۀ وو نو دا به ئې منله چې مونږ خدائي خدمتګار نۀ يو، مګر ګوته لګول به ورته بې غېرتي ښکارېده، هغه ئې نۀ لګوله. اخر يو سړي ګوته هم ولګوله او کور ته لاړ. هلته چې ورغے نو ښځې ئې جامې وينځلې. د دۀ پۀ ليدو حېرانه شوه او پوښتنه ئې ترې وکړه چې څنګه را تېر شوې؟ دۀ ورته ووئيل، زۀ ئې را پرېښودم. هغې وئيل، چې نور ئې نۀ را پرېښودل نو تۀ ئې څنګه را پرېښودې؟ ګوته خو دې نۀ ده لګولې؟ چې د دۀ پۀ رنګ لړلې ګوته ئې وليده نو د جامو وينځلو سوباړے ئې ورته را مخ ته کړو چې دا واخله، تۀ جامې وينځه، زۀ مېدان ته ور وځم. سړے شرمنده شو، بېرته مېدان ته ورغے او انګرېز ته ئې وئيل چې کۀ مې جېل ته استوې او کۀ مرګ ته، زۀ زياتي د هر څۀ د پاره تيار يم. (382:1)

    باچا خان د خپل تحريک پېل (1910) د تعليم لۀ خورولو څخه کړے ؤ او پۀ خپله صوبه کښې ئې د مدرسو پۀ جوړولو لاس پورې کړے ؤ او ډېرې مدرسې ئې جوړې کړې وې چې د ديني زدکړو تر څنګ پۀ کښې عصري زدکړو ته هم توجه کېده. پۀ دغه مدرسو کښې د خلکو دلچسپي ورځ پۀ ورځ پۀ زياتېدو وه. خو د انګرېزانو د پاره دغسې هلې ځلې د زغملووړنۀ وې.اخر ئې پۀ يوه پلمه بندې کړې. پۀ کال 1921 چې بيا باچا خان او د هغۀ ملګرو د اصلاح الافاغنه د انجمن بنياد کېښود نو د هغۀ لومړے کار هم هغه د تعليم پرې شوې لړۍ بېرته روانول وو او چې روانه ئې کړه نو د پښتنو د بې ځايه او ناسمو دودونو او رواجونو د اصلاح کولو او د پښتنو لۀ منځه د خپل منځي دښمنيو او تربګنيو د ويستلو کار ئې هم ورسره ملګرے کړو. کله چې دغه انجمن خپل ځاےخدائي خدمتګار غورځنګ ته ورپرېښودو (1929-30)، نو دغه غورځنګ هر څو کۀ حالاتو د سياست خوا ته زيات پورې واهۀ، خو دغه د ښوونې، روزنې او ټولنې د سمون کار ئې بيا هم هېر نۀ کړو او دا د هم دغه غورځنګ برکت ؤ چې پښتني ټولنه پۀ ذهني توګه تر ډېره حده پۀ ژوند کښې هر اړخيز بدلون ته پۀ اماده کېدو شوه. دغه امادګي د تعليم د پاره هم پۀ را پېدا کېدو شوه، خو د ښځو تعليم ته بيا هم چا زړۀ نۀ ښۀ کاوۀ. د باچا خان قاعده دا وه چې کوم کار ته چې به دۀ د پښتنو پام را اړول غوښتل نو هغه به ئې پۀ خپله پېل کړو – لکه دا چې تجارت پښتنو نۀ کاوۀ، دۀ غوښتل چې هغوي دغه کار ته لاس واچوي نو اول ئې پۀ خپله د ګوړې کاروبار پېل کړو. دۀ ولې چې د خلکو پۀ زړۀ ځاے جوړ کړے ؤ، پۀ دا به نو چې کوم کار ته دۀ لاس اچاوۀ، نورو خلکو به هم د هغۀ پۀ کولو کښې عار نۀ محسوساوۀ. د ښځو تعليم ته د لار هوارولو پۀ لړ کښې هم د دۀ ونډه د هېرولو نۀ ده.

    پۀ کومو شپو کښې چې باچا خان پښتانۀ د نارينو د تعليم تر څنګ د ښځو تعليم ته هڅول، دا هغه زمانه وه چې د دغه اولس عام وګړي خو پرېږده، خاص خلک هم دې ته تيار نۀ ؤ چې پۀ لوڼو او خوېندو تعليم وکړي. د غازي امان الله خان خلاف د بغاوت پېل هم لۀ دې ځايه شوے ؤ چې دۀ د تعليم د پاره جينکۍ بهر ته لېږلې، خو د دۀ د حکومت ځينو داسې لويو کسانو چې نۀ ئې غوښتل چې لوڼه ئې بهر ته لاړې شي او باچا ته ئې دغه خبره مخامخ نۀ شوه کولې، څۀ شينواري دې ته تيار کړي وو چې د جينکو موټرونه پرې نۀ ږدي چې تر خېبر تېر شي – خو دغه خلک چې سړک ته را رسېدل نو موټرونه وتلي وو. دې شي شينواري وبوږنول او لاس ئې پۀ بغاوت پورې کړو. د باچا خلاف خو زمکه وختي لا تياره کړې شوې وه، پۀ دا نو دغه بغاوت پۀ ټول ملک کښې د يوۀ لوے پاڅون پېلامه شوه او غازي امان الله خان وطن پرېښودلو ته اړووت (852:3)، خو باچا خان نۀ يواځې دا چې پۀ داسې چاپېريال کښې خپله لور مکتب ته واچوله، بلکې چې هغه غټه شوه نو د لوړو زدکړو د پاره ئې بهر ته هم ولېږله او هغې هم پۀ انګلستان او هم پۀ هند کښې زدکړې وکړې. د مزې خبره دا ده چې کله چې بېرته کور ته راغله نو لکه د حج څخه چې راغلې وي، خلک ورته مبارکۍ ته راتلل. حال دا چې پۀ ماشومتوب کښې چې باچا خان دا مکتب ته لېږله نو پۀ خپله د دۀ سخرګنۍ هم دغه کار نۀ خوښاوۀ. سره لۀ دې چې دغه مکتب د يوۀ خان پۀ کور کښې ؤ او د هغۀ د کور ښځو پۀ کښې درس ورکاوۀ؛ خو بيا هم دغه کار پر خلکو باندې ښۀ نۀ لګېدو. د دې مطلب دا دے چې پۀ دغه لنډه موده کښې د خلکو پۀ ذهن کښې تر ډېره حده بدلون راغلے ؤ. د دې پۀ کتو سره چې د دې مشرانو لوڼه پۀ زدکړه پسې بهر ته ځي، عامو وګړو ته بيا خپلې لوڼه مکتب ته لېږل د عار خبره نۀ ښکارېده. داسې د خدائي خدمتګار غورځنګ د مشرانو کورنيوتعليم سر ته رسوونکې جينکۍ د ښځو تعليم ته د نورو خلکو د هڅولو سبب وګرځېدې او دغه کار ورو ورو وده کوله.

    مأخذونه:

    عبدالغفار ]خان[، زما ژوند او جدوجهد،کابل، دولتي مطبع،1362ه ش/ 1983ز

    خان عبدالولي خان، باچا خان او خدائي خدمتګاري ]وړومبے ټوک[، ولي باغ )اشنغر(، چارسده، 1993ز

    سيد بهادر شاه ظفر کاکاخېل، پښتانۀ د تاريخ پۀ رڼا کښې )اووم چاپ(، پېښور، يونيورسټي بک اېجنسي، 2009ز

     

  • د ضم شوو ضلعو غونډه – ډاکټر سهېل خان

    اتلسمه فروري، 2020

    خوشحال بابا وئيلي دي:

    هوښيار هغه دے چې سخت جنګونه
    تر خېره راولي پۀ فرهنګونه
    نادان هغه دے چې پۀ کار د صلحې
    ګډ کا د شر فساد رنګونه

    د ضم شوو ضلعو غونډه پۀ اتلسمه فرورۍ کال نولس سوه شل پۀ باچا خان مرکز کښې وشوه. د غونډې صدارت د کوربتوب پۀ حېثيت اېمل ولي خان وکړو او د مجلس کاروائي ښاغلي سردار حسېن بابک مخ پۀ وړاندې بوتله. مولانا عطاء الحق دروېش صاحب تلاوت کلام پاک او کوئټه بمي چاودنه کښې د شهيدانو د پاره اجتماعي دعا نه د غونډې پېل وکړو.

    د جمعيت علماء اسلام پۀ نمائندګۍ بيا مولانا عطاء الحق درېوش ته د خپلو خيالاتو د اظهار بلنه ورکړې شوه چې تلخيص ئې داسې دے:

    د انظام پۀ بابله مونږه خپله رايې مسلط کول نۀ غوښتل، بلکې د اولس د رايې تر لارې مو دا شخړه هوارول غوښتل او دا مو غوښتل چې اول دې FCR کښې اصلاحات راوړے شي. بهر حال، انضمام وشو خو د انضمام وخت کښې چې رياست دغو ضلعو سره او سياسي ګوندونو سره کومې وعدې کړې وې، هغه دې پوره کړې شي. د محکمو نېغ پۀ نېغه رسائي دې ضم شوو ضلعو ته ورسولې شي، د ابادکارۍ سلسله دې شروع کړې شي او دا هر څۀ دې د عوامي نمائندګانو پۀ لاس وشي. د ضم شوو ضلعو د ابادۍ سفيران او چارواکي د نورو ضلعو دي، دغه سفيران دې د مقامي ضلعو نه واخستے شي. زمونږ پۀ معدنياتو زمونږ پېدائشي حق دې تسليم کړے شي.

    دې نه پس ښاغلي بابک صاحب جناب شاه جي ګل اپريدي )بلوچستان عوامي پارټي( ته د وېنا بلنه ورکړه او هغوي ووئيل،

    د انضمام تحريک ځکه کامياب شو چې دا د باچا خان د تحريک پۀ لاره يعني “عدم تشدد” شوے ؤ. پۀ دې تحريک کښې د عوامي نېشنل ګوند ورکرانو بالخصوص ښځينه ورکرانو چې د اسلام اباد ډي چوک کښې هم وهل ټکول خوړلي دي، هغه د تاريخ برخه ده. د رياست پاکستان د ائين ارټيکل 246 لاندې ائيني جدوجهد رنګ راوړو، ولې اوس دې رياست خپله ذمه واري وګڼي چې کومې وعدې ئې کړې وې، هغه دې سر ته ورسوي.

    نېشنل فنانس کمېشن کښې زمونږ ځانګړې برخه اچول زمونږ حق دے. د سلو اربه روپيو وعده دې پوره کړې شي. کۀ خپل حق راته ملاو نۀ شو نو مونږ به د يو بل جدوجهد او مزاحمتي تحريک لار وسپړو. کۀ د 25 جولايۍ اتلسم انتخابات سم شوے وے نو نن به د وزير اعظمۍ د عهدې نه خلک نۀ وېرېدل. حکومت له اوس ټائم فرېم ورکول غواړي. سياسي ګوندونو له پکار دي چې يو روډ مېپ ورکړي. پۀ ضم شوو ضلعو کښې دې سر شمېرنه دوباره وشي. د قوميت خانه کښې دې د “پاکستاني” او “غېر پاکستاني” پۀ ځاے د “پښتون”، “بلوچ”، سرائيکي”، “پنجابي”، “سندهي” خانه واچولې شي؛ ځکه چې “غېر پاکستاني” څنګه دغه فارم ډ:ولے شي؟

    علي وزير )اېم اېن اے، وزيرستان(:

    نن د پښتنو شخړو باندې د خبرو ضرورت د هر څۀ نه زيات دے. د نائن الېون نه پس د ضم شوو ضلعو د اوسېدونکو عزتِ نفس ډېر مجروح شو. د دوي د کورونو بې عزتۍ وشوې. د حکومت نيت روغ نۀ دے او نۀ ئې د سمېدو څۀ امکان شته. اخر مونږ به تر کومه حده دا بې عزتي برداشت کوو چې خپلو کورونو ته هم پۀ راهدارۍ سرټيفيکېټونو لاړ شو؟ د افغانستان پۀ لارو چې کوم غېر قانوني تجارت کېږي، د هغې امدن چرته ځي؟ دغه تجارت ولې قانوني شکل ته نۀ اړولے کېږي؟ دغه امدن د کومو خلکو او محکمو/ ادارو جېبونو ته ځي؟ د انګور اډې تجارتي لار د ټېکس امدن د درېو کروړو نه زيات رېکارډ نشته، تګ راتګ د چا لاس کښې دے؟ دغه امدن کښې ترهګرو ته خپله برخه ورکړې کېږي. ځينې ګُډ کمانډرانو ته تر دېرش لکهو سامان وړل راوړل فري دي. سياست، ګوندونو او د پښتونولۍ ادارو يعني جرګه، جومات او حجره کښې مداخلت روان دے. جنګي اقتصاد بيا شروع کېدو واله دے. د لاندې ضلعو )سمې( نه خلک را روان دي او د دې ضم شوو ضلعو خلکو له ټرېننګ ورکوي. کۀ څوک جنګ غواړي يا جنګ خوښوي، هغوي د پاره مال دولت، ترقياتي سکيمونه او ترقي شته او څوک چې امن غواړي، هغوي د پاره هېڅ هم نشته!!!

    پکار ده چې د افغانستان تجارت دې ټول قانوني شکل ته واړولے شي.

    ډاکټر سيد عالم محسود )پښتونخوا اولسي تحريک(:

    فېصله دا شوې ده چې سل اربه به روپۍ ورکولې کېږي او دې سره به NFC کښې 3% برخه وي. دغه رنګ دا بجټ هر کال زياتېدۀ. ولې دوي دوي د خراب معيشت خبره کوي نو دا سل اربه روپۍ خو دوي د وزير اعظم د صوابديدي فنډ نه هم ورکولې شي. د تعليم د پاره بجټ مختص کول غواړي چې دا به هر کال پۀ خصوصي فيصد کښې ټاکل کېږي او پۀ ضم شوو ضلعو به لګي. د معدنياتو اېکټ دفعه 172 دوي غلط define کوي؛ دغه اېکټ د سمندري زمکې د پاره ؤ چې مالک ئې نۀ ؤ. پۀ ضم شوو ضلعو کښې د زمکو مالکان شته خو رېکارډ ئې نشته. د پښتونخوا ګورنر دې دومره با اختياره شي څومره چې د نورو صوبو دي. سرتاج عزيز کمېټۍ تجاويزو باندې دې عمل درامد وکړے شي.

    مونږ پۀ خپله خاوره بل پراکسي وار نۀ غواړو. د امن د پاره اے اېن پي بلها قرباني ورکړې ده، پکار ده چې جنت کښې هم د ټولو قامونو برخه يو شان وي.

    شوکت يوسفزے )پاکستان تحريک انصاف(:

    اٰل پارټيز کانفرنس راغونډول سياسي مېچورټي ښائي. ټول پښتانۀ ترقي غواړي. د مخکښې تګلاره ټاکل غواړي. تنقيد اسان کار دے. ملاکنډ ډويژن اپرېشن کښې شانګله کښې اتۀ اتيا سکولونه برباد شوي وو. ختم شوو ضلعو کښې ترقي ولې شروع نۀ شوه؟ کۀ انضمام نۀ ؤ شوے نو څۀ به شوي وو؟ د ترقۍ عمل شروع شوے دے. ټېنډرې هم وتلې دي. 184 اربه روپۍ راغلې دي. قوم کښې سياسي شعور دا رنګ APCs راوستلو. اوس به مونږ خپلو کارخانو له پۀ اووۀ نيمې روپۍ في يونټ ارزانه بجلي ورکوو. ضم شوو ضلعو کښې انصاف کارډ هم تقسيم شو. زمونږ امن او ترقي افغانستان سره تړلې ده.

    ]شاه جي ګل غږ وکړو، “لږ د افغانستان پښتانۀ هم پاکستان ته را وغواړئ نو ستاسو د دعوې پته به هله ولګي.[

    سېنېټر مشتاق احمد خان )جماعت اسلامي(:

    جرګې دې روانې وي خو ولې د پاکستان د ائين ارټيکل 154 لاندې د “کونسل اٰف کامن انټرسټس” (CCI) اجلاس راغوښتل نوي (90) ورځو کښې لازمي وي، ولې موجوده حکومت دغه اجلاس اتلس مياشتې پس را وغوښتو. زمونږ net هائيډل پرافټ لاندې دې مونږ له د ډالر د نوي رېټ مطابق حصه راکړي، کوم چې د اے جي اېن فارمولې لاندې زمونږ بنيادي حق دے. کۀ مونږ اتفاق و نۀ کړو نو دا شته حقونه هم را نه اخلي.

    CCI د نټ هائيډل پرافټ کمېټي جوړه کړه چې دا پېسې به څنګه ورکوو او وسائل به د کومې راوړو؟ نو دا خو زمونږ نه اخستې شوې پېسې دي او اے جي اېن قاضي فارموله خو د ائين لاندې د څلورو فورمونو نه پاس شوې فارموله وه؛ نو د هغې د پاسه د CCI کمېټي جوړل غېر ائيني دي. دوي د اے جي اېن قاضي فارموله متنازعه کول غواړي. زۀ پۀ 1.25 روپۍ بجلي جوړوم او IPP پۀ 48 روپۍ جوړوي نو هغوي له پېسې ورکوي او مونږ له نۀ راکوي!!! د ائين [158] تر مخه ګېس چې کوم ځاے راوځي، هغه به د هغوي وي، د ارټيکل [172] بې نامي زمين؛ دې دواړو له ئې هم کمېټۍ جووړې کړې، حالانکې دغه د ائين لاندې تشريح شوې دي.

    زمونږ صوبه پۀ معدنياتو مالداره او شتمنه ده، پۀ هائيدل کاربن غني ده، خو کۀ زمکې کښې پراتۀ وي نو زمکه به وچوي. UNDP وائي چې ضم شوو ضلعو کښې د صوماليه نه زيات غربت دے.

    دلته راو انوار پرانستې تڼۍ ګرځي او احسان الله احسان ترکي کښې مزې کوي. دا څۀ مسېج ورکول غواړي؟ کرتارپور ته خلک بغېر ويزې راځي او وزيرستان ته خپل کور ته پۀ راهدارۍ سرټيفيکېټ ځي!!!!

    افغانستان سره د تجارت ټولې لارې دې پرانستې شي. شاه کس کښې د اٰئس فېکټري څوک چلوي؟

    زما تجويز دے چې د اے اېن پي ټول مطالبات سم دي او زۀ ورسره اتفاق کوم خو دا دې هم پکښې شامل کړي چې:

    1. مونږ د ټانک د جرګې حمايت کوو او د TDPs د بحالۍ مطالبه دې پۀ دې نکاتو کښې شامله کړې شي.
    2. کېري لوګر بِل پۀ چا ولګېدو؟ د هغې حساب دې ورکړے شي
    3. د دهشتګردۍ خلاف جنګ کښې مونږ 75 زره شهيدان ورکړل او 140 اربه روپۍ نقصان وشو، دا نقصان دې پوره کړے شي او د کېري لوګر بِل دغه 24 اربه ډالره کښې دې زمونږ برخه راکړې شي.

    اسد اپريدے )قومي وطن پارټي(:

    مونږ دغه ټول مطالبات چې اے اېن پي مرتب کړي دي، حمايت کوو.

    شکيل وحيد الله )مزدور کسان پارټي(:

    ADP کښې دې 30% برخه ضم ضلعو ته ورکړې شي. پۀ تورخم دې انساني تذليل بند کړے شي.

    اعجاز اپريدے )نېشنل پارټي، پښتونخوا وحدت(:

    دا ملک يو سېکيورټي سټېټ دے. د ضم شوو ضلعو ممبران دې خلکو ته ووائي چې پارلېمان کښې څۀ روان دي.

    اختيار ولي خان )پاکستان مسلم ليګ(:

    کۀ د 2018 انتخابات مو نۀ وو منلے نو نن به دا حال نۀ ؤ. جرګې پۀ خپل ځاے خو احتجاج هم کول غواړي.

    جمال الدين )شمالي وزيرستان(:

    مونږ شمالي وزيرستان کښې څلوېښت ورځې دهرنا وکړه او نن مو پېښور کښې هم شل ورځې پوره شوې خو مونږ له څوک حکومتي چارواکي را نۀ غلل. د اپوزيشن ګوندونه مونږ له ټول راغلل. اول ئې راسره 45 زره روپۍ مرله زمکه او 3 لکهه د دکان پۀ سر تاوان ومنلو، بيا ئې ووئيل چې 15 زره روپۍ واخلئ. بيا ئې ووئيل چې پېسې نشته او اوس وائي چې دا زمکه خو ټوله سرکاري ده.

    جاسم اپريدے )ټرائبل سټوډنټس ارګنائزېشن(:

    د دهشتګردۍ لۀ کبله چې کوم سکولونه بربادي شوي وو، هغه لا اوس هم نۀ دي جوړ. پۀ کاغذونو کښې د ميډيکل او انجنئيرنګ کوټه ډبل شوه خو يونيورسټيو پرې عمل درامد و نۀ کړو. سکالر شپې ئې بندې کړې دي، هغه دې ازادې کړې شي.

    مير کلام وزير )اېم پي اے(:

    اېجنډې سره مکمل اتفاق کوم. IDPs اوس هم بې کوره دي، د دوي واپسي او بحالي دې يقيني کړے شي. د ملک ټولو تعليمي ادارو کښې دې د پښتو زده کوونکو سره ظلم بند کړے شي. د پښتنو سياست، جرګه او جومات کښې دې مداخلت بند کړے شي.

    د عوامي نېشنل پارټۍ خېبر پښتونخوا د صدر اېمل ولي خان لۀ خوا دې غونډه کښې د ګډون کوونکو د مننې او خپلو خبرو کولو نه پس چې کومه شريکه اعلاميه جاري کړې شوه، د هغې تر مخه دا نکتې اعلان کړې شوې:

    1. د پينځويشتم ائيني ترميم تر مخه چې )هر کال د پاره( د کومو سل اربه روپيو اعلان شوے ؤ، هغه دې فوراً جاري کړې شي.
    2. د پينځويشتم ائيني ترميم تر مخه، صوبائي او وفاقي حکومتونه پۀ نوي (90) ورځو کښې دننه پۀ ضم شوو ضلعو کښې د بلدياتي ټاکنو تابيا کښې پاتې راغلي دي، دا ټاکنې دې فوراً وکړې شي. د دې تر څنګ، صوبه کښې د بلدياتي حکومتونو موده سر ته رسېدلې ده او حکومت اوس هم د بلدياتي ووټونو کولو نه تېښته کوي.
    3. پۀ ضم شوو ضلعو کښې دې ترقياتي کارونه او انتظامي معاملات سول انتظاميې او منتخب ارکانو ته وسپارلے شي.
    4. د لسو کلونو د پاره دې دغه ضم شوې ضلعې د لوظ سره سم د ټېکس نه مستثنٰي وساتلې شي.
    5. د انضمام نه اګاهو د شوې معاهدې تر مخه دې د دوه ويشت زره (22,000) خاصه دارانو بهرتي عملي کړې شي.
    6. هره نوې ضلع کښې دې يو پوهنتون جوړ کړے شي.
    7. ضم شوو ضلعو کښې د تورسرو د خواندګۍ شرح 3 فيصده ده، دغه ضلعو کښې دې دوي د پاره تعليمي ادارې پرانستې شي.
    8. بد امني د پاکستان او افغانستان تر منځه اعتماد ته زيان رسولو سره پښتونخوا او دا نوې ضلعې زوروي؛ د ډيورنډ کرښې دواړو خواو ته د اعتماد زياتولو او پښتنو سيمو خصوصاً د نوو ضلعو د اولس معاشي ملاتړ د پاره اقدامات پوره کول پکار دي او دې د پاره بايد د تجارت لارې پرانستې شي.
    9. ضم شوو ضلعو کښې د ابادکارۍ او ځاني کورونو او ودانيو د شوې سروې او معاهدو تر مخه دې سړکونه، هسپتالونه او کالجونه تعمير کړے شي.
    10. بايد د ضم شوو ضلعو څخه د بې درکه شوو خلکو کوټلي معلومات جمع کړے شي، هغوي عدالت ته پېش کړے شي او چا سره چې زياتے شوے وي، د هغوي تلافي دې وکړې شي.
    11. د ضم شوو ضلعو د استوګنو د بلاک شوو شناختي کارډونو مسئلې دې پۀ جدي توګه حل کړې شي.
    12. د مردم شمارۍ پۀ حواله د نوو ضلعو شکايتونه دې غوڅ کړے شي، د بې کوره خلکو سر=شمېرنه دې بيا وشي او د مردم شمارۍ پۀ فارم کښې دې د “پښتون/افغان” خانه بحال کړې شي.
    13. لېنډ مائنز دې صفا کړې شي.
    14. پۀ نوو ضلعو کښې د good او bad طالبانو اصطلاح د بد امنۍ مونډ دے؛ رياست بايد دغه رويه پرېږدي.
    15. د هرې قانوني لارې پۀ مرسته چې ممکن وي، د خېبر پښتونخوا منرل اېکټ مخنيوے کول او د ضلعو پۀ وسائلو د ځائي خلکو د ملکيت حق تسليمول.
    16. د تهري جي او فور جي سره سره دې موبائل سروس فوراً بحال کړے شي.
    17. چېکپوسټونه چې د اولس ژوند ئې سختيو سره مخ کړے، دې فوراً ختم کړے شي.
    18. پۀ ضم شوو ضلعو کښې د سياسي شعور لرونکو زلمو پۀ ضد روان کرېک ډاون، نيول، غائبول او د دوي خلاف د مقدمو جوړولو نه دې څنډه وکړې شي؛ دې سره اشتعال زياتېدے شي.
    19. باړه انډسټريل زون دې فوراً بحال کړے شي او پۀ دغه ډول دې هره ضلع کښې انډسټريل زون قائم کړے شي.
    20. د زمکې پټوار (land record) دې فوراً ډيجيټلائز کړے شي.
    21. نوو ضم شوو ضلعو د پاره مختص شوو د ميډيکل او انجنئيرنګ سيټونو باندې دې شوے اعلان عملي کړے شي او هائير ايجوکېشن کمېشن دې وظیفې (scholarships) بحال کړي.
    22. د بې کوره شوو خلکو (TDPs) خپلو کورونو ته با عزته واپسي دې يقيني کړې شي.
    23. د ملک پۀ ټولو تعليمي ادارو او بيا پۀ تېره تېره پوهنتونونو کښې پښتنو زدکړيالو سره روان امتيازي سلوک دې ختم کړے شي.
    24. د کېري لوګر بِل او کولېشن فنډ 24 اربه روپۍ چې د فوجي اپرېشنونو نه متاثره علاقو د پاره وې، حساب دې ورکړے شي.
    25. د ائين مطابق د اے جي اېن قاضي فارمولې سره سم نټ هائيډل پرافټ منلے شوے ؤ، موجوده حکومت دې د پاره کمېټي جوړه کړې چې دا د ائين خلاف ورزي ده، دې نه دې لاس واخستے شي.
    26. موجوده حکومت د ائين د ارټيکل 172 پۀ غلطه تشريح کولو سره حکومت د بې نامي جائدادونو مالک ګڼي او دې د پاره ئې يوه کمېټي هم جوړه کړې ده او دغسې د نوو ضم شوو ضلعو دننه پۀ زمکو قبضې کوي. دا جرګه مطالبه کوي چې دې غېر قانوني او غېر ائيني اقدام نه دې حکومت لاس پۀ سر شي.
    27. دا جرګه پۀ پښتنه خاوره خصوصاً نوو ضلعو کښې يو نوے پراکسي وار نۀ غواړي.
    28. بد امني د مخصوص خلکو د امدن ذريعه ده، دغه امدن دې بند کړے شي او دا دې د قانون دائره کښې راوستے شي.
    29. د پښتنو سياست، پښتونولۍ، ثقافت، جرګه او جومات کښې دې مداخلت بند کړے شي.
    30. د نوو ضم شوو ضلعو د انضمام نه وړاندې چې دې خلکو سره کوم لوظونه شوي دي، هغه دې سر ته ورسولے شي.
    31. د دې جرګې ټولې نکتې حکومتِ وقت او متعلقه ادارو د پاره يوه تګلاره (road map) ده، کۀ پۀ دې عمل درامد نۀ کېږي نو دا جرګه به سړکونو ته راوځي او د تحريک شکل به اخلي. دې مقصد د پاره به د ټولو پارټيو، تحريکونو او سازمانونو يوه کمېټي جوړولې شي چې د هرې پارټۍ، تحريک يا سازمان دوه غړي به پۀ کښې شامل وي.

    د اخبارونو دا دوه ټوټې دې سند وي د دې خبرې، (i چې دې ملک کښې د رياستي جنګي پاليسۍ جرړې دا نۀ چې صرف ږيرو پورې تړلې دي، کلين شېوډ شنۀ مجاهدين هم د تحريک طالبان د رابطه کمېټۍ غړي ټاکلے کېږي – (ii چې دلته مذهب د ووټونو بېوپار کښې څومره پۀ بې دردۍ او بې شرمۍ استعمالولے شي.

     

  • انسانيت، قوميت او پاکستان – ډاکټر خورشيد عالم

    د ادم جنم د اخرت او ‘يوم الحساب’ د پاره يو جواز (relevance) پېدا کول وو، ادم د جنت د پاره جوړ نۀ ؤ. کۀ د هغۀ خواهشات او ضروريات ته وګورو نو هغه د دې دنيا د پاره پېدا ؤ. جنت ته د هغۀ بوتلل او راويستل د دنيا د ابادلو د پاره يو FIR جوړولو نه زيات څۀ نۀ وو چې ‘اتمامِ حجت’ وشي او هغه دنيا ته را ولېږلے شي.

    د هغۀ د زامنو نومونه ‘قابيل’ او ‘هابيل’ د هر يو د ځانګړي حېثيت غمازي کوي. د يو بل قتلول د مفاداتو د ټکراو وجه وه. ځانګړي احساسات او ضروريات، ‘ښېشم’ او ‘بديشم’ د انشان پۀ فطرت کښې د تغيراتي عنصر وجه وه.

    زما پۀ خيال دا د قام پرستۍ د زېږون اوله رده وه. انفرادي معارفت د وخت سره پۀ اجتماعي معارفت کښې بدل شو او ګروپونه او قبيلې جوړې شوې. يعني د انسانيت د راتلو سره سم د لاسه د پېژندګلنې احساس او ضرورت پېدا شو. زما پۀ خيال انسانيت او قام پرستي غبرګوني وروڼه دي – يو د بل نه بغېر نا مکمل دے. د افاقيت دعوېدار د قام پرستۍ رد پۀ دې کوي چې “انسانيت يو لوے مذهب دے، دا پۀ ګروپونو کښې تقسيمول يو ظلم دے، ګناه او تنګ نظري ده.”

    دې کښې شک نشته چې انسانيت يو همه ګير مذهب دے. مذاهب انسانيت ته د لارښودنې د پاره راغلي دي. قام پرستي د انسانيت ټوټې کول نۀ دي، بلکې دا لوے انسانيت داسې تقسيم کول دي چې د دې نه داسې يونټونه جوړ شي چې هغه د انسان د پاره قابل نظم و نسق وي او د ګروهونو خپل ځانګړي معاشي، معاشرتي، جغرافيائي خدوخال پۀ کښې محفوظ کړے شي.

    زما پۀ خيال انسان پېدائشي قام پرست دے – د هر فرد خوي، نفسيات جدا دي؛ پۀ لږه لويه سطح ګروهونه ترې جوړ شي څوک چې جغرافيائي معاشي تړون لري. انسانيت manageable نۀ دے. د دې واړۀ يونټونه پۀ دې بنياد جوړول چې پۀ دوي کښې فطري او معاشرتي څۀ مشترک دي، دا د قاموالۍ او قام پرستۍ بنياد دے. د قام پرستۍ مخالفين چې دا پۀ کوم انداز کښې پېش کوي، هغه فاشزم دے چې يو قام د بل نه لوړ، جګ او غوره دے او د حاکميت حق پۀ نورو لري. لکه د ونسټن چرچل سپين پوستکه پۀ تور پوستکو باندې حکمرانۍ لۀ پېدا دي.

    قام پرستي يوه داسې مفکوره ده چې يو قام د بل سره سيال کړي. د سيالو قامونو تړون ته “بېن الاقواميت” وئيلے شي. د دوي د يو بل سره سيالي د ملتونو پۀ ترقۍ تمامېږي. برټ رانډ رسل هم دې ته بېن الا قواميت او “افاقيت” وئيلے دے. هغه خو تر دې حده تلے دے چې فطري تړون ته د نزدې کولو د پاره کۀ پۀ بعضې ملکونو جغرافيائي حدونو کښې بدلون راوستل ضروري وي نو دا دې هم وشي چې فطرت ته نزدې يو بېن الاقوامي سماج پۀ وجود کښې راشي.

    باچا خان به وئيل چې قام پرستي کله د انسانيت پۀ فرېم کښې وي نو دا يو لوړه او ښائسته مفکوره ده خو چې د انسانيت د فرېم نه ئې وباسئ نو بيا يو بدبودار بوټے “فاشزم” دے.

    د قام پرستۍ مخالفين پۀ دې حجت خپله مفکوره ودروي چې د انسانيت غوندې لوے او همه ګېر مذهب پۀ قامونو کښې تقسيمول يو غېر ا نساني عمل دے. دوي د انساني نفسياتو نه بې خبره دي. دوي د نړېوال تنظيمې ډهانچې د ودرولو هم ادراک نۀ لري.

    “دا بچے د تغير دے هېڅ حالت کښې نۀ صبرېږي”

    پۀ همه ګېر انسانيت کښې به يو فرد يا ګروه ځان معارفي کوي څنګه؟ د ځان معرفت پۀ قام پرستۍ کښې کېدے شي او پېژندګلنه د شعوري ترقۍ او پرمختګ بنيادي نکته ده چې مونږ د ځان د پېژندګلو سره بل وپېژنو نو د پرمختګ احساس به را زرغون شي. دې کښې د انساني معاشرې وده کېږي. مونږ دې د انسانيت او قام پرستۍ نه د چرګې او د هګۍ قيصه نۀ جوړوو چې کوم مخکښې پېدا شوې وه خو دا لازم ملزوم دي. پۀ انساني بهير کښې د يو بل پېژندنه او د يو بل زغمل پۀ قام پرستۍ کښې دي. کثيرالقومي ملکونو کښې دا اکثر د سياسي تضاداتو او د کمزوري سياسي نظام وجه ګرځي. ناقص سياسي عمل د خون خرابيو وجه ګرځي. ښۀ جمهوريتونه خپلو قومونو له هغه مقام ورکوي چې د هغۀ د شناخت او ملکيت د “انا” تسکين پرې وشي. د خپل ځانګړي حېثيت د برقرار ساتلو باوجود پۀ يو کاله کښې پۀ ګډه اوسي. هندوستان د خپلو ټولو تضاداتو باوجود يو مستحکم او فعال جمهوري حکومت دے. تضادات شته خو د اودرېدو حوصله هم لري. پۀ کشمير کښې موجوده ګړ بړ د دې مفکورې د نفي کولو نتيجه ده. بهرني لاسونه به پۀ کښې وي خو موقع ورله د مودي حکومت ورکړه.

    بل اړخ ته پاکستان دے چې د تضاداتو ډک پرېشر ککر دے. چوي خو به ضرور، خو کله؟ د دې پته نشته. پۀ کالۀ دننه مستحکم حکومت جوړ نۀ شو. چيکواکيه او يوګوسلاويه د مستحکم سياسي حکومت او د زور او د لوړ د طاقت شاندار مثالونه دي. د يو ماتېدل خون رېزي وه، د بل جدا کېدل د سياسي شعور د پختګۍ غماز ؤ. Diversity نه Strength جوړښت شي خو چې سياسي عمل پۀ مضبوطو اډاڼو ولاړ وي (نهرو). پۀ زور کلي نۀ کېږي او نۀ پۀ زور قام جوړېږي. قام فطري بوټے دے، دا پۀ لېبارټرۍ کښې نۀ کېږي. داسې قام پرستي يو وجداني کېفيت دے. تر څو چې يو کس د خپلې خاورې بوي نۀ پېژني او د هغې پۀ خوشبو پۀ يو وجداني کېفيت کښې نۀ ځي نو هغه قام پرست نۀ شي جوړېدے. کۀ هر څومره بنيادم پېدائشي قام پرست وي خو کۀ دۀ شعوري “وده” نه وي کړې چې د خپلو کوڅو شور ورله سکون او قرار راولي نو دے شعوري قام پرست نۀ دے.

    د بېن الا قواميت د ټکي معنٰي قوم بنيادي ګټه ګرځوي. انسانيت مذهب له نۀ دے راغلے بلکې مذهب انسانيت له راغلے دے. دا زما د تصوره بهر ده چې مذهب دې د انساني تباهۍ باعث شي. ولې د بده مرغه تېرو درېو صديو کښې مذهب د تورې او ټوپک دوېم نوم شوے دے او د انسانيت وينه ئې بهيولې ده. پاکستان کښې هر تور د مذهب پۀ نوم سپين کولے شي. ټول مسلم ملکونو کښې مذهب سره بې درېغه ظلم کېږي. د انسان وينه ئې د اوبو نه ارزانه کړې ده. پښتنې خاورې خو د مذهب پۀ نوم هغه څۀ ليدل چې تصور ئې سړے لېونے کوي.

    مفاد پرستو انسانيت مذهب لۀ پۀ ټکر را وستے دے. هم دې فرقې مذهب او انسانيت قام پرستۍ له په جګړه را وستے دے. انتظامي ټول انسانيت سمبالول ګران کار دے. د دې لار هم دا ده چې انسانيت دې هم پۀ داسې يونټونو کښې تقسيم وي چې فطرت ته نزدې وي، هغه قام کېدے شي. د بنګاليانو پۀ شان يو Homogenous قام ممکن نۀ دے خوڅۀ نزديکت ورته پکار دے.

    زمونږ بعضې وروڼه وائي، دنيا ګلوبل وېلج اړخ ته روانه ده او زۀ د قام پرستۍ ډولکے وهم!!! دې وروڼو ته زما عرض دے چې د ګلوبل وېلج څوک خلاف دي؟ خو کۀ نړيوال کلے جوړ شي نو کورونه خو پۀ کښې به نۀ ړنګېږي؟

    د کورونو نه کلے جوړېږي. زۀ پۀ خپله د ګوبل وېلج پۀ حقله تحفظات لرم. دا چغه چې د کومو ملکونو نه راوتې ده، هغه د دې غمازي کوي چې دا به د يو کمپيوټر سامراجيت وي. خداے دې وکړي چې زۀ غلط يم.

    د سياسي کارکن پۀ حېث زۀ هم څۀ د پاسه پنځوس کاله د شعوري، سياسي، قامي تحريک د مېچنې نه وتلے يم. ما سياست د اخبارونو نه نۀ دے زده کړے خو د تاريخ سازو عالمانو نه مې زده کړے دے. زما پۀ سياسي سفر کښې زما ذهن کښې هدف پۀ وريځو کښې نۀ دے پټ شوے. Strategy کښې به ضرور داسې حالت راغلے وي خو زۀ پۀ سماجي انصاف ولاړه قومي مفکوره يو مقدس سياسي فکر ګڼم. هره تېره ورځ زما عقيده مضبوطوي او فکر مې روښانه کوي. تر دې چې سيکولر فيډرالي جمهوريت هم د خپلو قومي رنځونو درمان نۀ ګڼم. د دې يوه وجه خو دا ده چې پاکستان يو داسې پرېشر ککر دے چې زما پۀ خيال دې کښې څۀ چل نۀ وينم!

    بله وجه ئې د سويت يونين، يوګوسلاويه او چيکوسلواکيه ماتېدل زما فکر نور قوي کوي. مغرب کښې کثيرالقومي فکر هم اخري سلګۍ وهي. د برطانيې غوندې رول ماډل جمهوريت کښې سکاټش قوم پرستي د خپل هدف نه يو څو قدمه لرې ده. داسې نور ملکونه لکه اسټريا، فرانس او سپېن قومي مفکورې خپلوي. دا بله خبره ده چې د ښي لاسيزۍ عنصر پۀ کښې زيات دے او دا د فکر لمحه ده. سانحه کېدې شي.

    زمونږ ملګري چې ځان قام پرست بولي خو دې لۀ د بېن الاقواميت پۀ مقابله کښې قانوني حېثيت ورکوي، هغه چې کله پۀ تحريک کښې وي نو خپل علمي صلاحيتونه د خپل علم مطابق نۀ استعمالوي خو چې کله د تحريک نه وځي نو نقصان ډېر را رسوي. دا فروعي سلسله ده چې د قام پرستۍ دې خلاف يو او د بېن الاقواميت ډهول دې وهو!!!

    پاکستان کښې خو بله ناروا لوبه ده. پښتون، بلوچ او سندهي قام پرستي ګناه ده او “پاکستاني قوم پرستي” د دين منځنۍ ستن ده او بل اړخ ته د سعودي عرب او د خليج خانداني رياستونه د تبرک کورونه ګڼو. سعودي عرب کښې خو شاهي خاندان هم د مور د حېثيت پۀ بنياد پۀ دوو ګروپونو کښې تقسيم دے: لکه “صاحب السمو الملکي الامير” او “صاحب السمو الامير” – او د تحت وارثان به ضرور امير يا ملک وي.

    افاقيت خو د ډېرو قامونو پۀ يو ديني مسلک کښې را غونډېدلو ته وئيلے کېږي. نقطه يو عملي ټکے دے. “نقطه نظر” پۀ علمي بنياد يوې جائزې ته وئيلے کېږي او “زاويه نظر” د يوې مشاهدې پېداوار دے. زۀ پۀ جار وايم چې زما نقطه نظر او زاويه نظر دواړه پۀ دې مرکوز دي چې زمونږ پۀ سماجي انصاف ولاړه قومي مفکوره يوه صحيح نظريه ده.

    پۀ موجوده پاکستان کښې افاقيت کښې به اسلام اباد ‘مکه’ او لاهور ‘مدينه’ وي او مونږ به چرته ‘جيزان’ کښې اوسېږو او مترقي به اسلام اباد ‘لېنن ګراډ’ کړي او لاهور به ‘ماسکو’ او مونږ به بيا ‘سمرقند’ او ‘تاشقند’ کښې اوسېږو.

    مونږ دې پۀ دې ځان پوهه کړو چې تر څو مونږ سياسي محور خپلې خاورې ته نۀ وي را وړے، زمونږ لار د خلاصي نشته او دغې محور ته لاره پۀ شعوري قام پرستۍ کښې ده.

    ټولو اهمو مورچو او سرونو باندې فوج ناست دے. دا د يو څو خلکو فکر خو دے چې قومي تحريک د تېرې صدۍ مفکوره وه او پۀ هغې کښې دفن شوه؛ قومي مفکوره ډېرې ژورې تاريخي، معاشي او معاشرتي ذېلې لري. نۀ دا د بېن الاقواميت سره متصادم ده او نۀ د مذهب سره. دا د درامده فلسفو خيرے دے چې پۀ مونږ پورې تپلے شوے دے.

    د بېن الا قواميت او افاقيت د پاره د قوميت ضرورت دے. د دواړو بنيادي (Corner stone) قوميت دے. ملکونوکښې غټ اوکچ کېدے شي خو قومي پرېشر د ټولو قامونو يو شان وي. عددي اکثريت معنٰي نۀ لري. د اسټونيا(Estonia) حېثيت پۀ ملګري ملتونو کښې هم هغه دے کوم چې د سويت يونين (USSR) ؤ. قومي افتخار پۀ کښې محفوظ وي.

    پښتانۀ کۀ د سيال سره سيال کېدل غواړي نو صرف خپل قومي فکر به خپلوي. قوم يو پوخ مضبوط مونډ دے چې چاپېره ترې اشرې کېږي. زۀ چې پۀ پاکستان کښې لار نۀ وينم، وجه دا ده چې “نظريۀ پاکستان” د قومونو د وجود نه د انکار دوېم نوم دے. زۀ دا نۀ وايم چې دا فکر د ټولو مرضونو مداوا ده، خو لکه څنګه چې فيډرالي او سيکولر جمهوريت پۀ مروجه نظامونو کښې بهتر ګڼلے کېږي، نو دا مفکوره هم يوه بهتره مفکوره ده. د قامولۍ بوټے دومره مضبوط دے چې مذهب بدلېدے شي خو قوميت نۀ شي بدلېدے.

     

  • علامه اقبال: يوه محبوبه، درې ښځې، څلور ودونه (ډاکټر خالد سهېل) – ژباړن: اياز الله ترکزے

    ګرانو لوستونکو! زۀ چې د علامه اقبال د ژوند پۀ نفسياتي اړخونو دا مضمون ليکم، د دې مضمون نه وړاندې څو خبرې ستاسو پۀ خدمت کښې پېش کوم.

    زۀ دا واضح کول غواړم چې زۀ د اردو ژبې او ادب نۀ محقق يم او نۀ سکالر يم؛ زۀ د نفسياتو طالبعلم يم او پۀ خپل کلېنک کښې د يو نفسياتي معالج (Psychiatrist) پۀ توګه کار کوم. زۀ د څۀ مودې نه پۀ تخليقي صلاحيتونو لرونکو خلقو (Creative personalities) تحقيق کوم.

    د نفسياتو د ماهرينو دا خيال دے چې شاعر، اديب او فنکار د نورو خلقو پۀ نسبت د نفسياتي مسئلو ډېر زيات ښکار کېږي او کۀ چرې پۀ وخت ئې علاج و نۀ شي نو هغه به د ارنسټ هېمنګوے (Ernest Hemingway) او د سلويا پلاتهـ (Sylvia Plath) پۀ شان خودکشي کوي. ما پۀ خپل تحقيق کښې اول د مغربي فنکارانو د سوانح عمرو مطالعه وکړله چې پۀ هغې کښې ورجيناوولف (Virginia Wolf) او د ونسنټ وېنګو (Vincent Van Gogh) نه علاوه نور فنکاران هم شامل وو.

    د مغربي فنکارانو د ژوند مطالعې نه پس ما د مشرقي اديبانو او شاعرانو د سوانح عمرۍ مطالعه او تجزيه وکړله او دا لاندې مضمونونه مې وليکل:

    ميرتقی مير: فن اور پاگل پن

    مصطفٰی زیدي اور تخلیقی خودکشی

    ساقی فاروقی کا نفسياتی تجزيہ

    او د علامه اقبال متعلق مضمون هم د دې سلسلې کړۍ ده. د اقبال د شخصيت يو اړخ فلسفيانه او شاعرانه دے چې د هغې باره کښې مې يو مضمون ’اقبال ايک مسلم ریفارمر‘ هم ليکلے دے.

    دا ځل زۀ د هغۀ د شخصيت پۀ رومانوي او نفسياتي اړخونو باندې خپله توجه مرکوزوم. زما پۀ خيال د هر فنکار د شخصيت دوه اړخونه ډېر اهم وي – ماهرينِ فن پۀ يو اړخ او ماهرينِ نفسيات پۀ بل اړخ باندې توجه خاص کوي. زما پۀ خيال فنکار ځکه د نفسياتي مسئلو ښکار کېږي چې هغه غېر روايتي افکار او کردار لري؛ د عارف عبدالمتين شعر دے:

    مری عظمت کا نشان میری تباہی کی دلیل
    میں نے حالات کے سانچھوں میں نہ ڈهالا خود کو

    زۀ اميد لرم چې زما دا مضمون به تاسو د ادبي او اخلاقي حوالې پۀ توګه نۀ ګورئ بلکې د نفسياتو پۀ حواله به ئې ګورئ او لولئ . کېدے شي تاسو دې مضمون کښې د علامه اقبال د ذات د څو نوو اړخونو نه هم خبر شئ .

    ما يو ځل د احمد فراز نه تپوس وکړو چې تاسو خپله سوانح عمري ولې و نۀ ليکله؟ نو هغوي راته ووې، “نيم رښتيا ما نۀ ليکل غوښتل او ټول رښتيا ليکلو ته لا زمونږ قام تيار نۀ دے”؛ اميد دے چې تاسو به د پوره رښتيا اورېدو حوصله لرئ ]خالد سهېل[.

    د اقبال شعر دے:

    لازم ہے دل کے پاس رہے پاسبانِ عقل
    لیکن کبھی کبھی اسے تنہا بھی چھوڑ دے

    او چې کله زړۀ ايکي يواځې شي نو عجيبه نفسياتي معجزې او رومانوي کرامات راښکاره کوي او نن زۀ تاسو ته هم د هغه معجزې او کراماتو قيصۍ سره حاضر يم.

    مونږ چې کله د علامه اقبال د ژوند نفسياتي مطالعه کوو نو مونږ ته دا احساس کېږي چې هغه د حساس زړۀ، ذهن، دماغو او د ذړۀ راکښونکي شخصيت باوجود د ډېرو رومانوي تضاداتو ښکار ؤ چې د دۀ د خوشحاليو پۀ لاره ئې ازغي شيندلي وو او هغۀ ټول عمر دننه داخلي کرب او اذيت برداشت کولو کښې تېر کړے دے.

    د علامه اقبال پټ نفسياتي تضادات هغه وخت راښکاره شول چې کله هغه د اعليٰ تعليم د پاره د اېشياء نه يورپ ته لاړو. علامه اقبال چې څۀ وخت د مشرق د رومانوي تنګسۍ ښکار فضا پرېښوده اود مغرب پۀ ازاده فضا کښې داخل شو نو هغۀ ته پۀ خپله هم پۀ دې ډېر حېرت وشو چې د دۀ شخصيت دومره مقناطيسي دے چې د مختلفو ثقافتونو حسينې او ښائسته ښځې پۀ دۀ باندې زړۀ بائېللو ته تيارې وې. موهن داس ګاندهي خو چې لندن ته راغلو نو هم د غوښې، شرابو او ښځو نه مجتنب ؤ، خو اقبال د مغرب د نعمتونو نه پوره استفاده وکړله او ډېرې نوې دوستۍ جوړولو او ورسره وخت تېرولو کښې ئې هېڅ وېره محسوس نۀ کړه. پۀ دې دوستانو او يارانو کښې د مغرب ښکلې ښکلې جينکۍ هم شاملې وې او د مشرق نيازبينې ګل ورينې جينکۍ هم وې چې پۀ هغې کښې يوه عطيه فېضي هم وه.

    د اقبال او د عطيه فېضي دې رشتې پۀ لږ وخت کښې د قربتونو ډېر اوږد سفر وکړو او د دوي تعلقات دومره زيات شول چې د ماښام ملاېدو نه پس روټۍ خوړل بيا پېدل ګرځېدل او د ژوند پۀ مختلفو اړخونو ګپ شپ لګول يو معمول جوړ شوے ؤ. اقبال د عطيه فېضي د حسن او جمال صرف نۀ بلکې د هغې د ذهانت او قابليت نه هم متاثره ؤ. اقبال به د عطيه د هرې رايې ډېر احترام کولو او دوي پۀ خپل پي اېچ ډي تهيسس کښې هم د هغې رايې غوښتې وه.

    کله چې مونږ د عطيه فېضي ډائري ګورو نو اندازه کېږي چې د دوي رشته هغه پړاو ته رسېدلې وه چرته چې دوستي او محبت دواړه غاړه غټۍ کېږي. عطيه ليکي، يوه ورځ چې دا د اقبال دوستانو او استاذانو سره د دۀ کور ته لاړلو، د دې د پاره چې ځان سره ئې پۀ سېل بوځو خو اقبال هغه وخت سخت پۀ مراقبه کښې ور غرق شوے ؤ او پته نشته چې د کوم وخت نه هغه د دنيا و مافيها نه نا خبره پۀ بې خودۍ کښې ورک شوے ؤ. ټولو ملګرو ئې ډېر کوششونه وکړل خو څوک هم اقبال پۀ هوش کښې واپس راوستو کښې کامياب نۀ شو. اخر هم عطيه ټول ملګري بهر ولېږل او د خپلې بې تکلفۍ او د نزدېوالي نه ئې کار واخستو او دومره ئې پۀ زوره زوره غېږ کښې ومږلو را ومږلو چې هغه پۀ هوش کښې راغلو. هم د دې يوې واقعې نه د عطيه او د اقبال د خصوصي دوستۍ او مينې اندازه پۀ اسانه لګېدې شي. د عطيه د ډائرۍ نه اندازه کېږي چې هغه لکه د يو ملګري پۀ ځاے د خپل محبوب قيصه کوي.1

    پۀ 1908 کښې چې کله اقبال تعليم مکمل کړو او هندوستان ته واپس راغلو نو هغه د يو نفسياتي بحران سره مخامخ شو. هغه د خپل روايتي ماحول او د دې حالاتو نه دومره زړۀ ماتے شوے ؤ چې د کور او وطن نه د تښتېدو پۀ باره کښې ئې ډېر پۀ سنجيدګۍ سره سوچ شروع کړو. پۀ دغه ورځو کښې اقبال عطيه فېضي ته يو خط ولېږلو چې پۀ هغې کښې دۀ د خپل زړۀ حال ليکلے دے. د دې خط ذکر عبد المجيد سالک د اقبال پۀ ژوندليک “ذکرِ اقبال” کښې هم کړے دے، ځکه چې دغه خط پۀ ډېرو حوالو سره د اقبال مشهور ترين او بد نام ترين خط ثابت شو. پۀ دې خط کښې اقبال د خپل ذهني اذيت تر څۀ حده خپله ښځه ذمه واره ګڼلې ده او ليکلي ئې دي چې د دۀ پلار پۀ کم عمرۍ کښې پۀ زبردستۍ سره د دۀ وادۀ کړے ؤ او دا وادۀ د دۀ د پښو زنځير جوړ شوے دے؛ ځکه چې اقبال خپلې ښځې سره ذهني يو والے نۀ محسوسولو. اقبال دا هم ليکلي دي چې کله کله دا سوچ کوي چې خپل ټول غمونه پۀ شرابو کښې واچوم او وې څښکم، ځکه چې شراب خودکشي اسانوي.

    اقبال د نهم اپرېل 1909 پۀ خط کښې ليکي، “زۀ ښځې له د نان نفقې ورکولو ته تيار يم خو دې ته بالکل تيار نۀ يم چې ځان سره ئې وساتم او خپل ژوند عذاب کړم. د يو انسان پۀ حېث ما له د خوشحالۍ د حاصلولو حق حاصل دے؛ کۀ چرې معاشره يا فطرت زما د دې حق نه انکار کوي نو زۀ به د دواړو نه بغاوت وکړم. زما د پاره صرف يوه لاره ده چې زۀ دا بد بخت ملک همېشه د پاره پرېږدم او يا پۀ مے خورۍ کښې پناه وګورم، ځکه چې دې سره خودکشي اسانېږي. د کتابونو دا مړې بې ساه او بنجر پاڼې خوشحالۍ نۀ شي ورکولې او زما د روح پۀ اعماق کښې داسې اور پروت دے چې زۀ دا کتابونه او دې سره د معاشرې رسمونه او روايات هم سوزولے او ايره کولے شم. )حواله 2، مخ (95

    کوم خلق چې اقبال د خپلې خاورې او وطن پرستار او د مشرقي او اسلامي رواياتو علمبردار ګڼي، د دوي د پاره د “بدبخت ملک” والا الفاظ او دغه روايات سوزول او ايره کول” دا تصور به ورله ضرور د فکر لمحه وي.

    د دې خط نه صفا ظاهرېږي چې اقبال پۀ دغه ورځو کښې ډېر سخت ذهني بحران پۀ لړ کښې ؤ او د دۀ د ذات پۀ ژورتيا کښې د دۀ د ښځې، روايتي کورنۍ او د فرسوده رواياتو باندې مبني معاشرې خلاف پټه غصه راښکاره شوې ده. دا دۀ خپلې محبوبې ته وئېل. عطيه فېضي د دې غم نه ډک خط جواب ډېر پۀ همدردانه انداز کښې ورکړے ؤ، مشوره ئې ورکړه چې دا دې د خپلو نزدې ملګرو سره رابطه وکړي او د هغوي نه دې نفسياتي مدد وغواړي.

    کله چې مونږ د اقبال د ژوند د دغه دور نفسياتي تجزيه کوو نو مونږ ته احساس کېږي چې د يورپ نه د راستنېدو نه پس اقبال پۀ يو دوه کښې حېران ؤ. هغه صرف د خپل وادۀ نه نۀ بلکې د خپل ثقافت، خپل مذهب او د خپلو رواياتو نه هم زړۀ ماتے ؤ. هغه د يو سخت نفسياتي تضاد ښکار شوے ؤ. يو طرف ته ورته د خانداني ذمه واريو احساس ؤ او بل اړخ ته هغه د يورپ د ازاد ژوند خوښوونکے شوے ؤ چې پۀ هغې کښې د ډېرو معاشرتي او رومانوي نعمتونو سره د عطيه فېضي زړۀ راکښونکے نزديکت هم شامل ؤ. عېن ممکن ؤ کۀ هغۀ د زړۀ نه عطيه فېضي خپلول غوښتل خو دومره جرأت پۀ کښې نۀ ؤ چې مخامخ ئې ورته اظهار کړے وے. هغۀ اشارتاً خو ورته ووې چې دے خپلې ښځې نه خوشحاله نۀ دے. عطيه فېضي هم يوه تجربه کاره او جهانديده ښځه وه. هغې يو غمګين شاعر، خفه فلاسفر او پرېشان حال خاوند د خپل ژوند ملګرے جوړول نۀ غوښتل. هغې ته دا اندازه وه چې د هغې ملګري ته د محبوبې د دوېمې ښځې نه زيات د يو ماهر نفسيات ضرورت دے. عطيه د اقبال مداح وه خو ساده مزاجه نۀ وه.

    اقبال ته چې کله اندازه وشوه چې عطيه فېضي ورسره وادۀ نۀ کوي او د خپلې ښځې سره پۀ اوسېدو خپل ژوند جهنم نۀ شي جوړولے نو هغه ډېر زيات پرېشانه شو. د انساني نفسياتو د ماهر پۀ حېث زۀ د دې تکليف د حقيقت نه ډېر ښۀ خبر يم چې کله انسان د نفسياتي بحران ښکار شي او د دۀ دننه د غصې او نفرت اور بل شي نو هغه بيا جذباتي او رومانوي فېصلې کوي او دغه بيا دانشمندانه نۀ وي او هم دغه حال د اقبال شوے ؤ. هغۀ د دې بحران نه د ځان ويستلو د پاره د دوېم وادۀ فېصله وکړله او د يو چا پۀ مشوره ئې د سردار بېګم سره نکاح وکړله. د نکاح نه پس لا رخصتي هم نۀ وه شوې چې اقبال ته ګمنام خطونه راتلل شروع شول چې پۀ هغې کښې پۀ سردار بېګم باندې الزامونه وو. اقبال دې خطونو سره دومره زړۀ ماتے شو چې دۀ سردار بېګم له د طلاق ورکولو فېصله وکړله.

    اقبال يا د دغه نفسياتي او رومانوي تضاداتو د سختيو نه راوتے نۀ ؤ چې د لدهيانې نه ورله يوه رشته راغله او دا رشته د دغه ځاے د مشهور ډاکټر سبحان علي د لور وه؛ د اقبال خور کريم بي بي )چې د دۀ د اولنۍ ښځې پۀ نوم شريکه وه(، ورته د لدهيانې د تلو او د جينۍ د کتلو مشوره ورکړله او اقبال دا خبره ومنله. کريم بي بي د جينۍ دومره تعريفونه کول چې اقبال د جينۍ کتلو نه بغېر ښۀ پۀ جوش او خروش کښې مختار بېګم سره وادۀ وکړو. چې کله ناوې کور ته راغله او اقبال د نزدې نه وليدله نو دماغو ئې کار پرېښودو ځکه چې مختار بېګم بالکل هم ښائسته نۀ وه لکه څنګه چې ورته خور ذکرونه کړي وو. مختار بېګم سره پۀ ملاوېدو د اقبال د خوبونو شيش محل دڼې وڼې شو او چې کله د حالاتو تفتيش وشو نو پته ولګېده چې اقبال سره دهوکه شوې وه. د جينۍ نوم مختار بېګم خو ؤ خو هغه د ډاکتر سبحان علي لور نۀ بلکې خورزه وه. اقبال ته چې کله د حقيقت پته ولګېده نو هغه وخت اوبۀ د سر نه اووښتې وې ځکه چې اقبال مختار بېګم سره د وادۀ شپه هم تېره کړې وه.

    اقبال لا د دې نفسياتي او رومانوي تيندک نه رانېغ شوے هم نۀ ؤ چې ورته د دوېمې ښځې سردار بېګم خط تر لاسه شو چې پۀ هغې کښې ئې ليکلي وو چې هغه هم د هغه ورځې نه انتظار کوي چې دے به راشي او ما به د خپل ژوند ملګرې جوړه کړي. کۀ چرې تا داسې و نۀ کړل نو زۀ به ټول عمر کښې وادۀ و نۀ کړم. هغې د افسوس اظهار هم وکړو چې اقبال پۀ اورېدلو خبرو او افواګانو باندې اعتماد وکړو او جذباتي فېصلې ئې وکړې، د کومې چې ما ته د يو ذهين شاعر او دانشور نه توقع نۀ وه. د سردار بېګم خط لوستو سره اقبال پۀ احساس ګناه کښې مبتلا شو. سالک د دۀ پۀ سوانح “ذکرِ اقبال” کښې ليکي چې اقبال ته کله د دې حقيقت پته ولګېده چې هغه خطونه يو مقامي وکيل نبي بخش ليکلي وو ځکه چې هغۀ د خپل زوي وادۀ سردار بېګم سره کول غوښتل نو اقبال نور هم ملامته شو. بيا اقبال څۀ نورو دوستانو سره مشوره وکړله نو هغوي ورته ووې چې دوي د سردار بېګم او د هغې ټول خاندان پېژني او سردار بېګم يوه صاحب کرداره ښځه ده.

    اقبال ته اندازه وشوه چې هغۀ پۀ جلد بازۍ کښې بغېر د سوچ نه دوېم او درېم وادۀ وکړو. د احساس ګناه او ملامتۍ نه اقبال سردار بېګم کور ته د راوستو فېصله وکړله خو دې فېصلې سره دا د يو بل نفسياتي تضاد ښکار شو. اقبال ته پته وه چې هغۀ سردار بېګم ته پۀ زړۀ کښې طلاق ورکړے دے. اقبال ته مذهبي ملګرو ووې چې د اسلامي شريعت اصول دي “حلاله”. پۀ دې کښې چې يو مسلمان سړے خپلې ښځې له طلاق ورکړي نو بيا ورسره تر هغې دوباره نکاح نۀ شي کولې تر څو چې هغې سره د بل سړي نکاح نۀ وي شوې او د هغۀ نه ورته طلاق نۀ وي ملاو شوے. اقبال د حلاله پۀ تصور سره نور هم پرېشانه شو. هغۀ د يو مولانا سره مشوره وکړله. مولانا ورله فتويٰ ورکړله چې پۀ اقبال باندې د حلاله شرعي قانون نۀ جوړېږي ځکه چې دۀ د ناوې سره د وادۀ شپه نۀ ده تېره کړې. د مولانا د فتوې نه پس هم د اقبال زړۀ او ضمير نۀ منل او هغه دومره د احساس ګناه ښکار ؤ چې د ضمير پۀ عدالت کښې د بري کېدو د پاره ئې سردار بېګم سره د کور راوستو نه پس بيا نکاح وتړله او هم دغه شان سردار بېګم سره دوه ځل نکاح وشوه او دغه شان ئې دا دوېمه او څلورمه ښځه شوه او هم دغه شان پۀ دوه کالو کښې د اقبال پۀ ژوند کښې د درې ودونو او د دوه ښځو اضافه وشوه. د دلچسپۍ خبره ده چې اقبال خپله دوېمه ښځه او درېمه ښځه يو ځاے کړې نو اولنۍ ښځې کريم بي بي ئې هم د خپلو بچو افتاب او معراج سره د لاهور راتلو فېصله وکړله. چنانچې يو هغه دور هم ؤ چې کله اقبال پۀ لاهور کښې د خپلو درې ښځو او دوه بچو سره وسېدو.

    د شاعرِ مشرق دا د ډېرو ښځو نظام چې نفسياتي حوالې سره ډېر زيات تکليف ده او غېر حقيقت پسندانه ؤ، ډېر وخت برقرار پاتې نۀ شو. اخر يوه ورځ د کريم بي بي مور راغله. هغې اقبال ډېر غېر ذمه وار زوم وګڼلو او دومره غصه شوه چې خپله لور او نمسي ئې ترې نه واپس بوتلل. )حواله 3، مخ (80

    د اقبال د سوانح عمرو نه داسې معلومېږي چې هغه پۀ خپلو درېو واړو ښځو کښې پۀ سردار بېګم باندې ډېر مهربانه ؤ. هغه پۀ درې واړو ښځو کښې د ټولو نه زياته ښائسته هم وه. تر يو وخته پورې هغه د دۀ د خوښې بېګم وه. د دې ښځې نه د دۀ دوه بچي جاوېد او منيره پېدا شوي وو، خو بيا پۀ ورو ورو د دې وادۀ د مينې رنګ هم پيکه کېدو. اقبال پۀ خانداني ذمه ورايو باندې برابر ونۀ ختو. سردار بېګم ته اندازه شوې وه چې علامه اقبال يو کامياب شاعر او فلسفي دے خو يو ناکامه او غېر ذمه وار خاوند هم دے. د وخت سره سره د سردار بېګم خوبونه او تمناګانې بدنما کېدلې او ورسره به خفه خفه او غصه غصه هم وه .

    د علامه اقبال کشر زوي جاوېد اقبال پۀ خپل سوانح عمرۍ “اپنا گرېبان چاک” کښې د خپل مور او پلار د رشتې نقشه څۀ داسې الفاظو سره جوړوي.

    “زما د مور اصرار ؤ چې پلار مې پۀ باقاعدګۍ سره وکالت وکړي ځکه چې د کور اخراجات به نۀ پوره کېدل او د کرايه پۀ کور کښې د اوسېدو پۀ ځاے خپل کور واخلي، دا منظر تر اوسه پورې زما پۀ سترګو کښې پروت دے چې مور مې د پلار پۀ ذاتي کمره کښې ولاړه وه، هغۀ ته ئې خبرې کولې او رټلو ئې او پۀ ژړا ژړا کښې ئې ورته وئېل چې زۀ پۀ دې کور کښې لکه د نوکرې پۀ شان کار کوم او ورسره د پېسو بچت کولو کوشش کښې هم لګيا يم؛ بل اړخ ته تۀ يې چې پکار وه څۀ کار دې کولے او تۀ پۀ بستره کښې هر وخت پروت يې او شعرونه ليکې. د مور پۀ ځواب کښې مې پلار پروت ؤ، هېڅ ئې نۀ وئېل، بس ځان سره مسکے مسکے کېدو )حواله 4، مخ (20.

    د دې ليک نه صفا ظاهرېږي چې د دنيا عظيم شاعران سياست دانان او د دانشورانو پۀ سترګو کښې سترګې اچولو واله د هغۀ د ښځې د اعتراضاتو پۀ جواب کښې ورسره هېڅ هم نۀ وې. هغه خپل ځان د يوې ملکې پۀ ځاے نوکره ګڼي. چې د خوښې د ښځې دا حال ؤ نو تصور کول دي چې د هغه نورو ښځو پۀ زړۀ به څۀ تېرېدل.

    علامه اقبال د خپلو درېو ښځو سره پۀ هندوستان کښې ژوند تېرولو سره سره خپلې محبوبې عطيه فېضي ته هم پۀ تسلسل سره خطونه ليکل. د اقبال رومانوي ژوند پۀ يوه حواله د نورو مشرقي شاعرانو نه مختلف نۀ ؤ؛ يعني محبوبه چې کله ئې هم ښځه نۀ وي جوړه شوې او چې ښځه ئې کله هم محبوبه نۀ وي جوړه شوې.

    اقبال بيا نور ټول ژوند کښې د هندوستان نه يورپ ته تللے نۀ ؤ خو ټول عمر د يورپ د ښځو نه متاثره ؤ او هغوي هم د دۀ پۀ جادو کښې راګېرې شوې وې او د لرې لرې نه به ورله د ملاوېدو د پاره راتلې. اقبال به هم ورسره ډېر پۀ خوند ملاوېدو او پۀ خپل انداز تکلم کښې به ئې د هغوي زړۀ ګټلو.

    د جاوېد او منيره د مور د مړينې نه پس هم اقبال پۀ کور کښې د خپلو ماشومانو د خدمت د پاره د يوې هندوستانۍ ښځې نوکرې پۀ ځاے جرمن نژاد نوکره ساتلې وه. هغه جرمنۍ ښځه پۀ انګرېزۍ او اردو پوهېده او ماشومانو به ورته انټي ډورس وئيله. هغې به ماشومانو سره ډېر شفقت کولو. پۀ نفسياتي طور داسې لګېده چې انټي ډورس ماشومانو سره د مينې کولو سره سره د اقبال د يورپ واله خاص ضرورتونه هم پوره کول او د دلچسپۍ خبره دا ده چې اقبال خپل زوي جاوېد د پاره پۀ ماشومتوب کښې يوه يورپي مور کتلې هم وه خو پۀ ځوانۍ کښې ئې ترې نه شکايت وکړو.

    یورپ کی غلامی پہ رضا مند ہوا تو
    مجھ کو تو گلہ تجھ سے ہے یورپ سے نہیں ہے

    جاوېد پۀ خپله سوانح عمرۍ کښې ليکلي دي چې د هندوستان يوه ښځه د دۀ د مور وفات نه پس د دوي د خيال ساتلو د پاره راضي وه خو هغې د اقبال سره وادۀ هم کول غوښتل خو اقبال د دغه ښځې دعوت قبول نۀ کړو. سالک پۀ “ذکرِ اقبال” کښې ليکي چې يوه هندوه ښځه هم د اقبال پۀ عشق کښې مبتلا وه او هغه د يو مالداره ډپټي کمشنر لور وه او د هغې باره کښې مشهوره وه چې هغې د هندوانو سړو پۀ ځاے پۀ مسلمانانو سړو کښې زياته رومانوي دلچسپي لرله. هغې اقبال سره پۀ لاره کېدو او د رابطو زياتولو کوشش وکړو، رشته ئې هم ورلېږلې وه خو اقبال ورته انکار وکړو.

    د اقبال نږور رشيده چې وادۀ ئې د دۀ د مشر زوي افتاب سره شوے ؤ، د خپل خاوند افتاب اقبال او د سخر محمد اقبال پۀ سوانح عمرۍ کښې د خپل سخر د ژوند د ډېرو رازونوو نه پړده اوچتوي . هغې د عبدالمجيد سالک بيان چې “علامه اقبال ته د سردار بېګم پۀ باره کښې خطونه نبي بخش وکيل لېږلي وو”،غلط ثابت کړي. هغه وائي چې هغه خطونه د اقبال د خور کريم بي بي سازش ؤ. هغې نۀ غوښتل چې ورور ئې دوېم وادۀ وکړي. د هغې د يوې ښځې پۀ وجه د بلې ښځې سره همدردي وه )پۀ نفسياتي طور د اقبال د خور د اقبال د ښځې سره همدردي د دې پۀ وجه هم ذهن مني چې هغه دواړه پۀ يو نوم هم وې(.

    نو بس هغې د اقبال پۀ لور معراج باندې خطونه ليکل او د بل کوم يو ښار نه به ئې ورته ورباندې د ډاک ټکټ ولګولو او پوسټ به ئې کړو، د دې وجې چې چرته د اقبال شک پېدا نۀ شي . ډېره موده پس اقبال ته د خپلې لور يو خط ملاو شوے ؤ چې هم دۀ ته ئې ليکلے ؤ؛ نو اقبال ته د هغۀ پخواني خطونه راياد شول چې د هغې ليک دې سره بالکل يو شان ؤ. اقبال دې سره پۀ شک کښې شو، نو سيالکوټ ته لاړو او د خپلې لور نه ئې د رښتياو متعلق تپوس وکړو. لور ورته اقرار وکړو، بيا ئې د خور نه تپوس وکړو او دغه شان د کلونو پټ راز راښکاره شو.

    راز کہاں تک راز رہے گا منظرِ عام پہ آئے گا
    جی کا داغ اجاگر ہو کر سورج کو شرمائے گا

    د اقبال خور چې حالات پۀ خرابېدو وليدل نو لدهيانې ته لاړه او ښځه ئې ورله وکتله. د دې د پاره چې حالات سازګار شي خو هغې سره حالات د ښۀ پۀ ځاے نور هم خراب شول.

    د دې واقعې نه دا واضحه کېږي چې اقبال او د هغۀ خور دواړه ورور او خور پۀ نفسياتي طور باندې تونديان وو او د رومانوي رشتو باره کښې ډېر هوښيار نۀ وو.

    د دې ټرېجډي يو بل د دلچپسۍ اړخ دا هم دے چې کله د اقبال خور کريم بي بي او لور معراج د يو خفيه سازش ښکار کېدلې نو د اقبال اولنۍ ښځې کريم بي بي ته د دې سازش بالکل پته نۀ وه؛ هغې د دې حالاتو نه نا خبره پۀ خپل قسمت باندې ژړل.

    د اقبال د مختلفو سوانح عمرو لوستلو نه باوجود دا راز نۀ راښکاره کېږي چې اقبال سره کومه دهوکه شوې وه؟ يعني د لدهيانې نه چې کومه غلطه ښځه د دۀ ناوې شوې راغلې وه، د هغې ذمه وار څوک ؤ؟ ايا د اقبال خور کريم بي بي نه غلطي شوې وه چې ډاکټر سبحان علي ورته قصداً يوه جينۍ ښودلې او هم د هغه نوم واله بله جينۍ ئې ورله لاهور ته رالېږلې وه؟ د اقبال چې د مشرقي کومو رواياتو سره ټول عمر واسطه وه، پۀ هغې کښې يو د Arrange Marriage روايت هم ؤ. پۀ دې کښې هلک او جينۍ د وادۀ نه وړاندې يو بل نۀ ويني نۀ ګوري، او کله کله خو د وادۀ د شپې نه پس دا حقيقت ور معلوم شي چې هغۀ کومې غلطې ښځې سره شپه تېره کړې وه. پۀ مغرب کښې ځوانان هلکان او جينکۍ چې د محبت نه پس وادۀ کوي، کله د دې تصور هم نۀ شي کولے چې انسان به يو داسې کس سره وادۀ کوي چې هغۀ سره دې محبت نۀ کوي.

    د يو نفسياتي طالب علم پۀ حېث ما ته د دې د معلوماتو نه پس ډېره حېرانتيا وشوه چې هغه شاعرِ مشرق چې د ټول قام د مسئلو حل ئې پېش کولو، د خپلو رومانوي، جنسي او ازدواجي ژوند مسئلو ئې پۀ ټول عمر کښې څۀ تسلي بخش حل را پېدا نۀ کړو. زما د پاره دا باور کول ډېر ګران دي چې اقبال د خپلې اولنۍ ښځې سره شپاړس کاله تېرولو نه پس بېلتون وکړلو او د هغې د بچو نه ئې ځان يو اړخ ته کړو. دوېمې ښځې سردار بېګم ته ئې پۀ ګمنام خطونو باندې طلاق ورکړو. درېمې ښځې مختار بېګم سره د شپې تېرولو نه پس پۀ دې پوهه شو چې دا غلطه مختار بېګم ده او سردار بېګم سره پۀ دوېم ځل نکاح کولو نه وړاندې د مولوي سره د حلاله متعلق رجوع کوي، فتويٰ ئې ترې نه واخستله او بيا ئې پۀ هغه فتوې عمل هم و نۀ کړو.

    زۀ کله کله سوچ کوم چې د هغه ساده باده ښځو پۀ زړۀ به څۀ تېرېدل د چا د حقوقو چې د رواياتو پۀ نوم استحصال کېدو او ټولنې ئې تماشه کوله؟

    اقبال ته د خپل ژوند د ترخو تجرباتو نه اندازه شوې وه چې کامياب شاعر جوړېدل اسان دي خو کامياب خاوند جوړېدل ګران دي او بيا د درېو ښځو خاوند جوړېدل نور هم ګران دي؛ پۀ خاص طور سره چې کله پۀ زړۀ کښې يوه ښاپېرۍ غوندې محبوبه هم اوسي.

    اقبال ته اندازه شوې وه چې د لفظونو احترام کول اسان دي خو د ښځو د زړۀ او خلوص نه احترام کول ګران دي، ځکه خو وائي چې:

    اقبال بڑا اپدیشک ہے من باتوں میں موہ لیتا ہے
    گفتار کا وہ غازی تو بنا، کردار کا غازی بن نہ سکا

    ۱) عطیہ فیضی کے خطوط و ڈائری، ترجمہ، ضیاء الدین احمد بدنی، اقبال اکیڈمی، کراچی ۱۹۶۹

    ۲) عبدالمجید سالک، ذکرِ اقبال، چمن بک ڈپو، اردو بازار، دہلی

    ۳) رشیدہ افتاب اقبال، علامہ اقبال اور ان کے فرزندِاکبر افتاب اقبال، فیروز سنز ،کراچی، ۱۹۹۹

    ۴) جاوید اقبال اپنا گریباں چاک، سنگ میل پبلشرز لاہور پاکستان ۲۰۰۲

     

  • غني خان او زلمے پښتون: وړومبۍ څو خبرې – احمد کاکا د بابړې

    “خدائي خدمتګار تحريک”، دوېم ټوک، مخونه 452-441

    سازش:

    يو خبر راغے چې بمبۍ کښې د مسلم ليګ مشرانو يوه پټه فېصله وکړه. دا فېصله د مسلم ليګ مشر پۀ بمبۍ کښې د چندريګر پۀ کور کښې وکړه چې پۀ صوبه سرحد کښې د مسلم ليګ تحريک د هغې وخته پورې نۀ شي کاميابېدلے چې تر کومې پورې باچا خان او ورسره د هغهــ ورور ډاکټر خان صاحب مو لهــ منځه نۀ وي وړي. د چندريګر پۀ کور کښې بمبۍ کښې فېصله وشوه چې ډېره ښه ده، دا دواړه وروڼه د منځه يوسئ. د دوي د پاره د قاتل أجرت يو لاکهـ روپۍ د حېدر اباد نه را ورسېدې. دا خبره به د عبد الولي خان پۀ کتاب کښې مفصل بحث وي چې روپۍ دلته څنګه او د چا پۀ لاس را ورسېدې خو را ورسېدې. ما ته صرف دومره معلومات شته چې حاجي شمروز نومے يو باجوړے پښتون چې دلته د ډېر وخت نه اوسېدلو او هغه راغے عبدالولي خان ئې ځان لۀ کړو چې د باچا خان او ډاکټر صاحب پۀ سر باندې دېرش زره روپۍ ويستلې شوې دي، نو دومره خبره مې درته ځکه وکړه چې د دوي حفاظت وکړئ؛ دغسې پۀ بې باکۍ به نۀ ګرځي. دا خبر ما ټهيک دلته راوړے دے او دلته يو بد معاش چې صاحب ګل نوم ئې دے او عظيم جان سره ګرځي، هغهــ سره خبره شوې ده او دا بالکل يقيني رښتيا ده. بيا د هغهــ نه پوښتنه وشوه چې روپۍ به څوک او د چا پۀ لاس ورکوي؟ وئيلے شو چې د خانماهي حاجي محمد اکرام خان به روپۍ ورکوي.

    د دې نه پس بيا دوي هم احتياط شروع کړو، ولې چې د دې نه وړاندې د سردرياب د نېشنل ګارډ د پروپېګنډې نه هم دا معلومېده چې دلته کښې هم دوي به بعضې بعضې مجلسونو کښې دا خبرې کولې چې پښتنو کښې هډو غېرت پاتې نۀ شو؛ کۀ دوي کښې غېرت وي نو دا باچا خان به څنګه دوي ژوندے پرېښے وے. دا خبره د مسلم ليګ پۀ مجلسونو کښې يو ځاے کښې پۀ يو رنګ او بل ځاے کښې پۀ بل رنګ کېده. دا خبره عامه شوه او خدائي خدمتګارو هم د احتياط تدابير شروع کړل چې يو پۀ کښې “زلمے پښتون” هم شامل ؤ.

    پۀ پټه فېصله کښې وئيل شوي وو چې تر کومې پورې چې د باچا خان ټوله کورنۍ او ورسره يو څو کسه نور د سر مشران قتل شوي نۀ وي نو مسلم ليګ پۀ صوبه سرحدکښي کاميابېدلے نۀ شي. دې فېصلې نه څوک خبر شو او هغوي خان عبدالغني خان وغوښتو او د دې راز نه ئې خبر کړو چې د دې د پاره تاسو څۀ کول غواړئ چې د دې مصيبت نه ځان او قام دواړه بچ کړئ؟ ولې چې هغوي خو پۀ دې رضا هم دي چې پښتانۀ مسلم ليګ او پښتانۀ خدائي خدمتګار خپلو کښې اړم شي نو دواړه طرف ته به پښتانۀ مري نو د پښتون طاقت به کمزورے شي او دغسې به د دې فتنې نه خلاص شو. دا خبر راغے پۀ دې باندې خو مشران سوچ کوي چې څۀ کول پکار دي.

    غني خان:

    غني خان پۀ دغه زمانه کښې يو ډېر د اوچتې پايې شاعر، لوے اديب ،عالم او منلے شوے د پايې فلاسفر ؤ. د غني خان رنګ جوسه د خپل خداداد صفتونو سره هر اړخ د بل سره پۀ سيالۍ ؤ. ولې غني خان له چې خداے کوم حسن ورکړے ؤ، هغه صرف او صرف د غني خان پۀ حصه کښې راغلے ؤ. د غني خان پۀ باره کښې کۀ زۀ هر څۀ وليکم، هغه بالکل پۀ اوړو کښې مالګه هم نۀ ده؛ ولې چې زما خو نۀ د ليکلو تجربه شته، نۀ مې علمي لياقت دومره شته چې د خپل علم پۀ رڼا کښې زۀ د غني خان دماغي جائزه، علمي اندازه، ادبي او شاعرانه تخيلات زۀ پۀ هېڅ صورت د قلم پۀ ژبه کښې ځکه نۀ شم بيانولے چې زما د پوهې دومره رسائي نشته دے چې د غني پۀ ښائست، د غني خان د وجود پۀ ساخت، د غني خان د سترګو هغه ځيرکي ليدل، د د ماغ هغه پرواز يعني د الوتو طاقت، د ادب پۀ ژبه کښې د هغۀ د قلم ساده، خواږۀ او عام فهمه الفاظ چې د يو لوے نه لوے مفکر ورته بغېر د دې نه چې ګوته پۀ غاښ کېدے او د حېرانتيا پۀ دنيا کښې ور روان شي، بل هېڅ ورنه نۀ شي کېدلے – نو زۀ د هغۀ پۀ باره کښې څۀ ليکل ځکه نۀ شم کولے چې د هغهــ پۀ خوبو بيانولو باندې د هغۀ د پايې يا د هغهــ نه زيات چې څوک وي، هغوي د ليکلو حق لري. زما پۀ شان بې پوهې، بې تجربې چې د ادب پۀ پوله هم نۀ يم تېر شوے، د غني خان باره کښې ليکل پۀ دوېمه معنٰي کښې د هغۀ د توهين برابر دي. ولې زۀ د هغۀ پۀ باره کښې پۀ ليکلو باندې مجبور يم او ما خپل ځان ملامته کوي او کۀ زۀ د دې نه وېرېږم چې هسې نهــ چې غني خان ته زما هر څۀ معلوم دي، زما هېڅ اړخ د غني خان نه پټ نۀ دے. ولې چې څلور کاله د سکول د ملګرتيا نه علاوه زما د ژوند اکثره حصه د هغۀ او د هغهــ د خاندان سره تېره شوې ده. د هغې نه بيا ما غني خان د )لېوني فلسفي( د عنوان لاندې تر څو چې د “پښتون” رساله ژوندۍ وه، د هغې پر مخ مې ليدلي دي. دلته يو مثال دے. وائي چې کله يوسف علېه السلام د مصر بازار ته د خرڅ د پاره را وستلے شو، بازار کښې خلک خبر شو چې يو ډېر ښائسته هلک به نن خرڅېږي نو يوه بوډۍ ښځه چې هغه د خپل ټول بساط سره نخاس ته راغله، پوښتنه ورنه وشوه چې څۀ کوې؟ وې لېلام له راغلې يم. وې چې څۀ دې راوړي دي؟ وې دا پاغنده او ما شوړه!!! نو اوس به څۀ ووايو چې پۀ دې د يوسف علېه السلام بې عزتي وشوه او کۀ د هغهــ د حسن شهرت دومره وشو چې يوه بوډۍ ښځه چې ژوند ئې تېر کړے دے، خواهشات ئې هم ختم دي، ولې د هغې زړۀ کښې هم د هغۀ حسن ځاے ونيولو! نو زۀ هم خپل مثال د دې سره ورکوم چې زما دې سره څۀ تعلق دے چې پۀ دې به د غني بې عزتي وشي، زۀ خو دغه نۀ وينم، زۀ خو د غني خان ښائسته مخ ښکلے صورت وينم نو ځکه مې جرأت وکړو او د غني خان کړو وړو خو لا پۀ هغې وخت چې دے د اتمانزو اسلاميه هائي سکول کښې پۀ 1928 کښې چې دے کله د شپږم جماعت طالب علم ؤ او پۀ پېښور ښار کښې د جمعيت العلماء هند لوے کانفرنس ؤ چې پۀ شاهي مهمان خانه کښې ؤ چې اوس پۀ کښې الزبتهـ ګرلز هائي سکول دے، چې پۀ دې کانفرنس کښې د هندوستان لوي لوي مسلمانان راغلي وو لکه مولانا محمد علي جوهر، مولانا مفتي کفايت الله، مولانا محمد ظفر علي خان او دغسي نور لوي لوي عالمان وو او صاحبزاده عبد القيوم خان د دې کانفرنس صدر ؤ نو پۀ دغه کانفرنس کښې چې د دې ډېر لوے اهميت ؤ او پۀ دې کانفرنس کښې چې خان عبد الغني خان کوم تقرير پۀ تعليم نسوان باندې پۀ اردو ژبه کښې کړے ؤ، د غني تقرير د غني خان د لياقت، جرأت، د ژبې پراخوالي او د تقرير رواني دغه ټول کانفرنس پۀ حېرت کښې اچولے ؤ او چې کله دا د ګلونو څهره پاک سيرت پۀ ورکوټوالي کښې چې کله دغې دروند سټېج ته را وختلو او د رواياتو مطابق د جلسې د ادابو پۀ رڼا کښې د تعظيم نه پس ئې خپلې ژبه لۀ حرکت ورکړو نو حاضرين ئې لکه مار ته چې بيم غږېږي؛ د جلسې ټول مشران ئې دغسې خپل ځان ته متوجه کړل. د دۀ تقرير د دې شعر نه شروع شو.

    خشت اول چون نهد معمار کج
    تا ثريا مي رود ديوار کج

    د دۀ تقرير پۀ اردو ژبه کښې ؤ او د مسلمانانو دې خورې ورې شيرازې ته پۀ کښې ځاے پۀ ځاے اشارې وې او د هغې د علاج طرف ته توجه وه. د زنانه تعليم باندې ډېر څۀ رڼا اچولې شوې وه او د مولانا حالي د مسدس نه پۀ کښې ډېرې حوالې وې او دا ئې ثابته کړې وه چې زمونږ د وروستو پاتې کېدو وجه هم دغه ده چې مونږ خپلې زنانه د تعليم نه وروستو پاتې کړې دي او ځکه مونږ خوار، بې عزته او بې علمه يو چې مېندې مو بې علمه دي او د يو قام د پوهې د پاره د بچو د پرورش وړومبۍ زانګو د مور غېږه ده – چې مور پوهه وي، بچي به خامخا پوهه وي ولې چې مور ناپوهه وي، بچي به بالکل د ځناور پۀ مثال او د د نيا د ماحول نه به هېڅ خبر نهــ وي. کله چې تقرير کېدلو د ماحول نه به هېڅ خبر نۀ وې. کله چې تقرير کېدلو، دغې ټولو مشرانو پۀ زوره ژړل او هر چا ته ئې خپلې کمزورۍ پۀ ګوته کړې. د تقرير نه پس مولانا محمد علي چې کله پاڅېدو او هغهــ د غني خان او پښتنو پۀ باره کښې څه وئيل، دغسې مولانا مفتي کفايت الله او مولانا ظفر علي دوي هغه خپلې کمزورۍ پټې نۀ کړې شوې او بيا صاحبزاده صاحب چې څومره متاثره شوے ؤ، د هغې مفصل بحث د باچا خان کتاب “زما ژوند او جدوجهد” کښې راغلے دے. ما خو صرف د غني د لياقت حواله قدرې ورکړې ده، نو سره د دې ټولو کمزوريو چې زۀ پۀ دې قائله هم يم، بيا هم زما هغه مثال دے چې “فکری هر کس به قدری همت اوست”. غني خان هم د دغې قصې نه خبر شو. د غني خان ذات زما ليکلو ته محتاج ځکه نۀ دے چې د هغۀ خپله د ليکلو پانګه دومره ده چې د چا خبره چې د موسٰي علېه السلام تورات وائي چې پۀ څلوېښتو اوښانو به را تلو، د دۀ کتابونه چې امريکه، يورپ او اېشياء نه چې واخلې نو د هغې بل جهان خبرې چې کېږي نو د ملا ئيکو دنيا هم ورنه خبره وه.

    دا د اول نه خو خان عبد الغني خان د باچا خان مشر زوے او ښۀ تعليم يافته ؤ. دۀ پۀ 1942 کښې چې تخت بهائي د ترو کارخانه کښې د فېکټرۍ منېجر ؤ او چونکې دۀ پۀ هندوستان کښې د ترو کارخانه کښې ډېر وخت تېر کړو. نو دے ډېر لوے ماهر ؤ خو دۀ بيا د خدائي خدمتګارۍ پۀ وجه د کارخانې نه استعفٰي ورکړې وه او عملي طور ئې خدائي خدمتګارۍ کښې حصه اخستې وه.

    کله چې دے پۀ هندوستان کښې ؤ نو تاريخ او مياشت را ته معلوم نۀ دي، کافي وخت ئې پۀ بنګال کښې د رابندر ناتهـ ټېګور سره تېر کړے ؤ. رابندر ناتهـ ټاګور د بنګال ډېر لوے قامي سړے دے، د اوچتې پايې شاعر او نوبل پرائز ئې اخستلے ؤ. پۀ دغه زمانه کښې د دۀ ډېر لوے شهرت ؤ او پۀ ټول هندوستان کښې مشهور ؤ. غني خان دۀ سره کافي وخت تېر کړے دے. بيا د حالاتو او واقعاتو پۀ مجبورتيا دهــ د پښتون زلمي تحريک بنياد کېښود. د دې د پاره دے اول پۀ ټول صوبه سرحد کښې وګرځېدلو، هر ځاے کښې ئې مقامي خلکو سره مقصدي خبرې وکړې او خپل ملګري ئې پۀ مقصد پوهه کړل او پۀ وړومبۍ جنورئ 1946 کښې ئې پۀ اتمانزو کښي د پښتون زلمي پۀ نوم جلسه وشوه او د زلمي پښتون مقصد او غرض بيان کړے شو او کومو کسانو چې پۀ دې کښي اول ملګرتيا وکړه، پۀ دې کښې وړومبي کسان دوست محمد خان، امير نواز جليا، امير نواز د پريچ خېلو، پير محمد خان او دغسې نور کسان شامل شول.

    “زلمے پښتون”: عقيده او نخښه

    د دۀ وردي به سره وي. د غاړې کالر د لستوڼو کپونه به تور وي، کمر بند به هم تور وي. دۀ سره به وسله وي، ولې دا وسله به د ځان د حفاظت د پاره وي نۀ چې د بل د مرګ د پاره – د دۀ وعده:

    “زۀ زلمے پښتون دا دعده کوم چې زۀ به د خپل مقصد د پاره بلا عوضه او بې بدله کار کوم. د هر قسمه د افسر حکم چې د هغې تعلق د تحريک د مضبوطيا سره وي، به منم. د جېل او د هر قسم تکليف نه به پۀ شا کېږم نهــ. کۀ زۀ پۀ لالچ يا وېره او طمع باندې د خپلې وعدې نه وګرځېدم زۀ، به پښتون نۀ يم راوړے او نۀ به د پښتونولۍ دعويٰ کوم. د خپلې عقيدې د افسر د حکم به پۀ هر وخت کښې پابند يم.”

     

  • افغانستان ته د سولې راوستلو تړون – “پښتون”

    Agreement for Bringing Peace of Afghanistan

    اتفاق احلال السلام في أفغانستان

    موافقتنامۀ آورد صلح به افغانستان

    افغانستان کښې د امن مذاکراتو يو اوږد دور تېر پۀ اخره يو تړون ته ورسېدلو. د اندېښنو، شکونو او قياسونو سيوري کښې هم دا تړون مونږ ته د امن د نوي سهار پېلامه ښکاري. دا اوږد خونړے جنګ کله هم نۀ د اسلام جنګ ؤ او نۀ صليبي، دا د اقتصاد جنګ ؤ، د کنټرول او د اختيار جنګ ؤ )او کۀ خداے مۀ کړه نور هم وي، د اسلام جنګ به نۀ وي(.

    دې تړون کښې ځاے پۀ ځاے يادګيرنه شوې چې “د افغانستان اسلامي امارت چې متحده ايالتونه ئې د دولت پۀ توګه نۀ مني او د طالبان پۀ نوم ئې پېژني”؛ خو ورسره دوهمې برخې نه څرګندېږي لکه چې د اورونو خپلو کښې جنګولو د پاره طالبانو ته د القاعدې مخه نيولو پۀ غرض د يوې ملېشې حېثيت ورکولے کېږي!!! هم د دغه دوهمې برخې پينځم ټکي کښې سوال پورته کېږي چې ایا هغه څوک چې متحده ايالتونه ئې د دولت پۀ توګه نۀ مني، کولے شي چې پاسپورټ، ويزه يا نور قانوني اسناد جاري کړے شي؟

    د لسم مارچ پورې د پينځۀ زره (5,000) طالبانو د خوشي کولو نکته او شپږ ويشتم اګست پورې دوي نه بندېزونه پورته کول داسې شرائط دي چې لکه دا تړون يو اړخيز وي – دې تړون کښې دوه اړخه دي: يو متحده ايالتونه او طالبان، دوېم جمهوري افغانستان!!!

    د دې تړون د لاسليک کولو پۀ سبا پۀ افغان ځواکونو د بريدونو جاري ساتلو اعلان د چا ذمه واري ده؟ پۀ افغان خاوره کۀ جنګ د متحده ايالتونو او طالبانو تر منځه وي کۀ د طالبانو او القاعدې او کۀ د بل چا د افغان سرتېرو سره، دا به جنګ وي. مونږ څلوېښت کاله وړاندې هم د جنګ خلاف وو.

    ]دا تړون مونږ د انګرېزي بڼې سره ولوستلو او پښتو ژباړه مو ورله د “ټاټوبی نيوز” برېښنائي پاڼې نه اړين سمون سره دلته راوړه[.

    پۀ افغانستان کښې د سولې راوستلو لپاره د طالبانو او امريکا متحده ايالاتو ترمنځ توافقنامه چې درې برخې لري، تېره ورځ پۀ دوحه کښې د زلمي خليلزاد او ملا عبدالغني برادر لۀ خوا لاسليک شوه چې متن ئې پۀ دې ډول دى:

    د هر اړخيزې سولې توافقنامه لۀ څلورو برخو جوړېږي:

    1. هغه تضمينونه او د تنفيذ ميکانيزمونه چې د هرې ډلې يا شخص لۀ خوا د متحده ايالتونو )امريکا( او د هغوي د اتحاديانو د امنيت پۀ خلاف د افغانستان د خاورې لۀ کارولو څخه مخنيوى وکړي.
    2. لۀ افغانستان څخه د ټولو بهرنيو ځواکونو د وتلو لپاره تضمينونه، د تنفيذ ميکانيزمونه او د يوه مهالوېش (timeline) اعلان.
    3. د نړيوالو شاهدانو پۀ شتون کښې د بهرنيو ځواکونو د بشپړ وتلو د تضمينولو او د مهالوېش تر اعلان وروسته او د نړيوالو شاهدانو پۀ حضور کښې د دې تضمينونو او اعلان سره چې د افغانستان خاوره به د متحده ايالتونو او د هغوي د اتحاديانو د امنيت پۀ خلاف نۀ کارولې کېږي، د “افغانستان اسلامي امارت” چې متحده ايالتونه ئې د “دولت” پۀ توګه نۀ مني او د “طالبان” پۀ نوم ئې پېژني، به د افغاني جهتونو سره د کب پۀ شلمه 1398ل10] مارچ [2020 تاريخ “بېن الافغاني” مذاکرات پېل کړي.
    4. دائمي او هر اړخيز اوربند به د بېن الافغاني ډائيلاګ او مذاکراتو پۀ اېجنډه کښې يوه موضوع وي. د بېن الافغاني مذاکراتو ګډونوال به د تطبيق د ګډو ميکانيزمونو پۀ شمول د يو دائمي او هر اړخيز اوربند پۀ نېټې او څرنګوالي بحث وکړي او د افغانستان د راتلونکې سياسي نقشې لۀ بشپړېدو سره به ئې د يوې برخې پۀ توګه اعلان کړي.

    پورتنۍ څلور برخې يو لۀ بلې سره تړلې دي او هره برخه به د توافق شوي مهالوېش او توافق شوو موادو مطابق تطبيق شي. پر لومړنيو دوو برخو توافق، دوو وروستنيو برخو ته لار پرانيزي.

    لاندې د توافقنامې هغه متن دى چې د پورتنۍ لومړۍ او دوهمې برخې تطبيق بيانوي. دواړو غاړو توافق کړى چې دغه دوه برخې يوه لۀ بلې سره تړلې دي. پۀ دې توافقنامه کښې به “د افغانستان اسلامي امارت” چې متحده ايالتونه ئې د “دولت” پۀ توګه نۀ پېژني او د “طالبان” پۀ نوم ئې پېژني، مسئوليتونه پۀ هغو سيمو کښې وي چې د دوي تر ولقې لاندې دي، تر هغو چې د بېن الافغاني ډائيلاګ او مذاکراتو لۀ لارې تر جوړ جاړي وروسته نوى افغان اسلامي حکومت جوړ شي.

    لومړۍ برخه

    متحده ايالتونه ژمنه کوي چې د متحده ايالتونو، متحدينو او ائتلافي شريکانو ټول نظامي ځواکونه، د ټول غېر ډيپلوماتيک ملکي پرسونل، شخصي امنيتي قرارداديانو، روزونکو، مشاورينو او د حمايوي خدماتو پرسونل پۀ ګډون، د دې توافقنامې لۀ اعلان سره سم پۀ څوارلس (14) مياشتو کښې لۀ افغانستان څخه وباسي او پۀ دې اړه به لانديني اقدامات کوي:

    الف( متحده ايالتونه، د هغوي متحدين او ائتلاف به پۀ لومړنيو يو سل پينځۀ دېرش (135) ورځو کښې لانديني اقدمات کوي:

    1. پۀ افغانستان کښې د متحده ايالتونو د ځواکونو شمېر به 8,699 ته راټيټوي او پۀ ورته انډول کښې به د هغوي د متحدينو او ايتلافي ځواکونو پۀ شمېر کښې کمښت راولي.
    2. متحده ايالتونه، د هغوي متحدين او ايتلاف به خپل ځواکونه لۀ پينځو (5) نظامي اډو څخه وباسي.

    ب( د دې توافقنامې پۀ دوهمه برخه کښې شته مسئوليتونو ته د افغانستان اسلامي امارت چې متحده ايالتونه ئې د “دولت” پۀ توګه نۀ پېژني او د “طالبان” پۀ نوم ئې پېژني، د ژمنتيا او عمل سره به متحده ايالتونه، د هغوي متحدين او ائتلاف لانديني اقدامات ترسره کوي:

    1. متحده ايالتونه، د هغوي متحدين او ايتلاف به لۀ افغانستان څخه د خپلو ټولو پاتې ځواکونو وتل پۀ پاتې نهه نيمو مياشتو کښې بشپړ کړي.
    2. متحده ايالتونه، د هغوي متحدين او ائتلاف به خپل ټول ځواکونه لۀ پاتې اډو څخه وباسي.

    ج( متحده ايالتونه د اعتماد جوړولو د يوۀ اقدام پۀ توګه ژمن دي چې د ټولو اړوندو طرفونو پۀ هماهنګي او تائيد، سملاسي لۀ ټولو طرفونو سره پر يوۀ پلان کار پېل کړي چې جنګي او سياسي بنديان پۀ چټکۍ خوشي شي. تر پينځۀ زره (5,000) پورې د افغانستان اسلامي امارت چې متحده ايالتونه ئې د “دولت” پۀ توګه نۀ پېژني او د “طالبان” پۀ نوم ئې پېژني، بنديان او تر زرو (1,000) پورې د بلې غاړې بنديان به پۀ شلمه د حوت 1398 تاريخ 10] مارچ [2020، د بېن الافغاني مذاکراتو لومړۍ ورځ پورې، خوشي شي. اړوند طرفونه دا هدف لري چې پۀ ورپسې درېو مياشتو کښې پاتې ټول بنديان خوشي شي. متحده ايالتونه د دغه هدف د بشپړولو ژمنه کوي. د افغانستان اسلامي امارت چې متحده ايالتونه ئې د “دولت” پۀ توګه نۀ پېژني او د “طالبان” پۀ نوم ئې پېژني، ژمنه کوي چې د هغوي خوشي شوي بنديان به پۀ دغه توافقنامه کښې شوو مسئوليتونو ته ژمن وي او د متحده ايالتونو او د هغوي د متحدينو امنيت ته به ګواښ نۀ پېښوي.

    د( د بېن الافغاني مذاکراتو لۀ پېل سره به متحده ايالتونه د افغانستان اسلامي امارت چې متحده ايالتونه ئې د “دولت” پۀ توګه نۀ پېژني او د “طالبان” پۀ نوم ئې پېژني، د غړو پۀ خلاف د متحده ايالتونو د اوسنيو بندېزونو او د جائزې فهرست د ‘اداري بياکتنې بهير’ پۀ دې هدف پېل کړي چې دغه بندېزونه به تر د سنبله د څلورمې 1398 26] اګست [2020 تاريخ پورې لرې کړي.

    ه( د بېن الافغاني مذاکراتو لۀ پېل سره به متحده ايالتونه د ملګرو ملتونو د امنيت شوريٰ لۀ نورو غړو او افغانستان سره پۀ دې هدف ديپلوماتيکې هڅې پېل کړي چې د جوزا د نهمې 1399 29] مۍ [2020 تاريخ پورې د بندېزونو لۀ نوملړ څخه د افغانستان اسلامي امارت چې متحده ايالتونه ئې د “دولت” پۀ توګه نۀ پېژني او د “طالبان” پۀ نوم ئې پېژني، د غړو نومونه ويستلی شي.

    و( متحده ايالتونه او متحدين به ئې د افغانستان د زمکنۍ بشپړتيا او سياسي خپلواکۍ پۀ ضد لۀ ځواک او ګواښ څخه کار نۀ اخلي او نۀ به ئې پۀ کورنيو چارو کښې لاسوهنه کوي.

    دوهمه برخه:

    د دې توافقنامې لۀ اعلان سره سم به، د افغانستان اسلامي امارت چې متحده ايالتونه ئې د “دولت” پۀ توګه نۀ پېژني او د “طالبان” پۀ نوم ئې پېژني، لانديني اقدامات ترسره کړي، تر څو د القاعدې پۀ شمول د هرې هغې ډلې يا شخص مخنيوى وکړي چې د افغانستان لۀ خاورې څخه د متحده ايالتونو او د هغوي د متحدينو امنيت ګواښي:

    1. د افغانستان اسلامي امارت چې متحده ايالتونه ئې د “دولت” پۀ توګه نۀ مني او د “طالبان” پۀ نوم ئې پېژني، به خپل هېڅ غړي او د القاعدې پۀ شمول هېڅ ډلې او يا فرد ته اجازه نۀ ورکوي چې د افغانستان لۀ خاورې څخه د متحده ايالتونو او د هغوي د متحدينو امنيت ته ګواښ پېښ کړي.
    2. د افغانستان اسلامي امارت چې متحده ايالتونه ئې د “دولت” پۀ توګه نۀ مني او د “طالبان” پۀ نوم ئې پېژني، به يو څرګند پېغام ولېږي چې هر هغه څوک چې متحده ايالتونو او د هغوي متحدينو ته امنيتي ګواښ پېښوي، پۀ افغانستان کښې ځاى نۀ لري او د افغانستان اسلامي امارت چې متحده ايالتونه ئې د “دولت” پۀ توګه نۀ مني او د طالبانو پۀ نوم ئې پېژني، به خپلو غړو ته لارښوونه وکړي چې لۀ هغو ډلو او افرادو سره همکاري و نۀ کړي چې د متحده ايالتونو او د هغوي د متحدينو امنيت ګواښي.
    3. د افغانستان اسلامي امارت چې متحده ايالتونه ئې د “دولت” پۀ توګه نۀ مني او د “طالبان” پۀ نوم ئې پېژني، به پۀ دغه توافقنامه کښې د شوو ژمنو مطابق پۀ افغانستان کښې د متحده ايالتونو او د هغوي د متحدينو د امنيت لۀ ګواښلو څخه د هرې ډلې يا فرد مخنيوى کوي او لۀ جلب او جدب او بسپنې ټولولو څخه به ئې منع کوي او کوربتوب به ئې نۀ کوي.
    4. د افغانستان اسلامي امارت چې متحده ايالتونه ئې د “دولت” پۀ توګه نۀ مني او د “طالبان” پۀ نوم ئې پېژني، ژمنه کوي چې لۀ هغو کسانو سره چې پۀ افغانستان کښې پناه اخلي يا د استوګنې غوښتنه کوي، د مهاجرت د نړيوالو قوانينو او پۀ دغه توافقنامه کښې د شوو ژمنو سره سم چلند کوي، تر څو دغه ډول افراد د متحده ايالتونو او د هغوي متحدينو ته ګواښ پېښ نۀ کړي.
    5. د افغانستان اسلامي امارت چې متحده ايالتونه ئې د “دولت” پۀ توګه نۀ مني او د “طالبان” پۀ نوم ئې پېژني، به هېڅ بهرني وګړي ته چې د متحده ايالتونو او د هغوي د متحدينو امنيت ګواښي؛ ويزه، پاسپورټ، د سفر جواز او نور قانوني اسناد ور نۀ کړي چې افغانستان ته داخل شي.

    درېمه برخه:

    1. متحده ايالتونه به د ملګرو ملتونو د امنيت شوريٰ لۀ خوا د دې توافقنامې پۀ رسميت پېژندلو او تائيد غوښتنه کوي.
    2. متحده ايالتونه او د افغانستان اسلامي امارت چې متحده ايالتونه ئې د “دولت” پۀ توګه نۀ مني او د “طالبان” پۀ نوم ئې پېژني، يو لۀ بل سره مثبتې اړيکې غواړي او هيله لري چې د متحده ايالتونو او د بېن الافغاني ډائيلاګ او مذاکراتو لۀ لارې تر جوړ جاړي وروسته د نوي افغان اسلامي حکومت تر منځ مثبتې وي.
    3. متحده ايالتونه به د بېن الافغاني ډائيلاګ او مذاکراتو لۀ لارې تر جوړ جاړي وروسته د نوي افغان اسلامي حکومت لپاره د بيا رغولو اقتصادي مرستې وغواړي او پۀ کورنيو چارو کښې به ئې لاسوهنه نۀ کوي.

     

  • د کابل او اسلام اباد منځ کښې “باچا خان” ولاړ دے – اداريه

    پېښور کښې باچا خان مرکز او جلال اباد کښې د باچا خان مزار داسې دي لکه چې د کابل او اسلام اباد منځ کښې باچا خان ولاړ وي. افغان وطن لکه چې د سلګونو کلونو پرهر، هر کال د نوروز پۀ ورځ پۀ ځان پهې ږدي. افغانستان چې ژوبل دے، د اېشياء زړۀ ژوبل دے؛ دنيا دې محسوس کړي.

    د دې مارچ پۀ لسمه نېټه د باچا خان مرکز پۀ احمد شاه بابا تالار کښې “پښتون قامي جرګه” کېدونکې ده. د دې جرګې نه وړاندې پۀ عبدالولي خان تالار کښې د نوو ضم شوو ضلعو د سياسي ګوندونو، تحريکونو او سازمانونو د مشرانو غونډه وشوه؛ احمد شاه بابا تالار کښې د ښځو جرګه وشوه؛ بېلابېلو ځايونو کښې د زلمو جرګې او سيمينارونه وشول – سياسي ګوندونو، تحريکونو، سازمانونو او شخصيتونو ته دې قامي جرګه کښې د ګډون بلنې ورکړې شوې او دې هر څۀ ته د کابل او اسلام اباد پۀ منځ کښې ولاړ “باچا خان” ګوري. هغه ويني چې “د روس او امريکې” جنګ د ډيورنډ کرښې دواړو خواو ته افغانان وراتۀ کړل. هغه ويني چې دې جنګ کښې تر ټولو زيات د هغۀ سياسي وارثان نېشنليان داسې وځپلے شول لکه چې د ازادۍ جنګ کښې خدائي خدمتګاران زورولے شوي وو. هغه ويني چې د سرې جنډې خلک هم هاغه شان لېوانو ته غورځولے شوي وو او دي. هغه ويني چې د دوي پۀ وينو د اسلام پۀ نامه خلکو د خپلو جنګي اقتصادونو ردې دومره دنګې ودرولې دي چې اوس د شېروانۍ، وردۍ او تربوزک تر منځه فرق نۀ کېږي. هغه ويني چې افغانستان کښې څوک جمهوريت نۀ پرېږدي او پۀ پاکستان کښې پارلېمان –

    هغه ويني چې د هغۀ پۀ مرکز “باچا خان مرکز” کښې پۀ فکري، نظرياتي او سياسي بنيادونو تقسيم شوي پښتانۀ يوې نعرې “لا به يو کېږو ګنې ورکېږو” يو نغري ته را ټول کړل. هغوي کنداغونه نۀ څنډي، خبرې کوي. هغوي د غاښ ماتولو ګواښ نۀ کوي، خبره پۀ خبرو غوڅول غواړي.

    هغه ويني چې قطر کښې د سولې تړون لاسليک شو. د دې سولې تړون د پاره د خبرو پېل کښې، چې لا پاتې دنيا غلې وه، باچا خان به ليدلي او اورېدلي وي چې کله اسفنديار ولي خان وئيلي وو، “د افغانستان دولت مساوي فريق دے او کۀ چرې امريکا او طالبان مذاکرات کوي او د افغانستان دولت د دې برخه نۀ وي نو دا به کله هم نتيجه خېز نۀ وي.” هغه ويني چې دغه مذاکراتو کښې حالاتو فريقونه د درېو نه دوه کړل – يو فريق افغانستان دے، د افغانستان اولس او دولت – دوېم فريق امريکا او د امريکا اتحاديان، طالبان او د طالبانو پۀ شا ولاړ قوتونه!!!

    باچا خان ويني او ګوري چې مونږ د هغۀ د مفکورې پۀ اتباع کښې، خپلې ټولې اندېښنې هم د دغه مذاکراتو د کاميابۍ د يو تت غوندې امکان شا ته دلاسه کړې دي. مونږ پۀ خبره، پۀ عدم تشدد او پۀ سياسي عمل باور لرونکي يو.

    پۀ باچا خان مرکز کښې کېدونکې “پښتون قامي جرګه” د پښتون قام جرګه ده. دې جرګه کښې هر هغه څوک چې پۀ دې خاوره ژوند کوي او د دې خاورې غم کوي، ګډون کوونکي دي. عوامي نېشنل پارټي د دې جرګې کوربتوب کوي. دلته به هر څوک د خپلې خبرې، خپل وړانديز او خپل اند سره راځي او پښتنو ته د راپېښو حالاتو ځواب د پاره به شريکه خبره او شريکه لاره خپلوي. دا ورځ د تاريخ يوه ډېره وياړمنه او ارزښتمنه ساه ده. داسې ښکاري چې دا ځل شړشم ګل د ځان سره زېرے غېږ کښې نيولے راغے.

    بندوبست دکائنات شي پۀ خبرو
    يو تر سلو صدقه شه سل تر زرو

     

  • د باباګانو تلين او پۀ ضلع بنو کښې تاريخي جلسه – رحمت شاه قرېشي

    د باباګانو تلين هر کال نوے او پراخه رنګ اخلي. د کله نه چې د “باچا خان اوونۍ” سلسله شروع شوې ده، يو خوا علمي او فرهنګي هلې ځلې ټوله اوونۍ روانې وي نو بل خوا ورسره پۀ پراخه کچ جلسې هم کېږي. سږ کال د ډويژن پۀ سطح د جلسو کولو فېصله شوې وه او کۀ د کومو علاقو دا ګيله پېدا کېده چې کاش زمونږ پۀ خوا هم د اوونۍ جلسه شوې وه، هغه ګيله هم سږ کال ماته شوه.

    سږ کال د باچا خان اوونۍ وړومبۍ جلسه د پېښور ډويژن وه چې پۀ نوښار امان ګړهـ کښې شوې وه. دې جلسه کښې د ملي مشر اسفنديار ولي خان پۀ شمول حاجي غلام احمد بلور، ميا افتخار حسېن، امير حېدر خان هوتي او نورو مرکزي او صوبائي مشرانو شرکت کړے ؤ. دا جلسه پۀ دې حواله تاریخي وه چې هم دې جرګه کښې ملي مشر اسفنديار ولي خان د خېبر پښتونخوا صوبې صدر ته حکم کړے ؤ چې د پښتنو د موجوده حالاتو د يو مشترکه حل راويستلو د پاره يوه داسې قامي جرګه را وبلي چې هغې کښې د پښتنو سياست کوونکي ټول ګوندونه، نمائنده تنظيمونه، د مدني فعاليانو ډلې او د ژوند د هر مکتبه فکر سره تعلق لرونکي نمائندګان ګډون وکړي.

    د باچا خان اوونۍ پۀ دې سلسله کښې پۀ دوه ويشتمه جنورۍ بنو کښې د جنوبي اضلاع لۀ خوا جلسه اعلان شوې وه. د دې جلسې د اعلان سره د کوهاټ نه تر وزيرستانونو پۀ دې ټوله سيمه کښې د سرو بېرغونو يو تک سور رنګ خور شو او د خپلو اتلانو باباګانو د تلين نمانځلو د پاره لېواله قام يو شور او زور سره را پاڅېدلے ؤ.

    د جلسې پروګرام ميراخېل ګراونډ بنو کښې ؤ. پۀ مقرر وخت د صوبې صدر اېمل ولي خان د ستر سېکرټري سردار حسېن بابک، فريد طوفان، خورشيد خان خټک، شاهي خان شېراني، ياسمين ضياء، صدر الدين مروت او د بنو ضلعي صدر تېمور باز خان پۀ شمول د يو شمېر مشرانو سره پنډال ته راورسېدل. د جنوبي ضلعو ټول ضلعي مشران او جنرل سېکرټريان هم د خپلو ضلعو د قافلو سره پنډال ته را رسېدلي وو. د جلسې پرانسته د قران پاک تلاوت سره وشوه او بيا د پښتنو ملي سرود “اے زما وطنه” وغږېدو.

    تر ټولو مخکښې مشر حاجي باز محمد خان راغلو او د مشرانو او کارکنانو او د پرېس او سېکيورټۍ د ملګرو مننه ئې وکړه. دې سره هغۀ د “ملګري ډاکټران” لۀ خوا پۀ جلسه ګاه کښې د ميډيکل کېمپ پۀ لګولو هم مننه وکړه. حاجي باز محمد خان ووئيل چې د 1947 نه پس د بنو پۀ تاريخي خاوره د خدائي خدمتګارانو د نمسو، زامنو، وروڼو او ملګرو لۀ خوا د باباګانو د تلين دستوره يو تاريخي اقدام دے او دا د هغه ياد تازه کول دي چې د بنو خاوره ئې د خدائي خدمتګارۍ دوېم مرکز جوړ کړے ؤ. چا چې ګڼل چې دې سيمې نه ئې د خدائي خدمتګارۍ نوغے ويستے دے، دا نن ورځ هغوي له پېغام ورکوي چې نۀ خو سکهانو دې خاورې نه د خپلواکۍ جذبه اخستې وه، نۀ پېرنګيانو دې خاورې نه خدائي خدمتګاري ختمه کړې وه او نۀ ترې د ترهګرۍ پۀ زور چا دا سره جنډه ختمه کړې شوه – بلکې دا سرې جنډې دلته د باچا خان د وينې او نظريې د موجودګۍ نخښه ده.

    سردار حسېن بابک خپلو خبرو کښې ووئيل چې زۀ خو داسې الفاظ نۀ لرم چې نن ستاسو شکريه ادا کړم خو دا به ووايم چې خداے دې ستاسو دا مينه او محبت د پښتون قام د خوشحالۍ ذريعه کړي. هغوي ووې، تاسو د ملک حال ګورئ چې پۀ کوم طرف روان دے او پۀ دې حالاتو کښې چې کله مونږ خبره کوو نو دا د چا خلاف نۀ کوو، دا د خپل حق خبره کوو. مونږ د خپل حق د پاره منت هم وکړو، اواز مو هم اوچت کړو او کۀ خامخا څوک غواړي چې ګرېوان ته مو لاس را واچوه نو دغه ارمان به ئې هم پوره کړو، خو چا ته هم دا اجازت نۀ ورکوو چې زمونږ د قام ائيني حقونو باندې دې خېټه واچوي. هغوي زياته کړه چې زمونږ پۀ دې خاوره د چترال نه تر بولانه او تر تورخم، چمن، جنوبي وزيرستان او داسې نورې تجارتي لارې بندې دي او بيا حکومت ژړا هم کوي چې بر امدات او تجارت کم دي – کم به نۀ وي چې تا لارې تړلې دي!!! هغۀ پۀ پښتنو غږ وکړو چې تاسو د قام پۀ نوم را پاڅئ او د باچا خان او ولي خان دې قافلې سره ودرېږئ. خلکو تاسو ډېر د اسلام او پاکستان پۀ نوم دهوکه کړئ – يو وائي اسلام راولم او بل وائي نوے پاکستان درته جوړوم- خو زور ئې د چا نه وځي؟ زور ئې د دې ملک د عوام نه وځي. دا د کفر او اسلام خبرې، دا د محب وطن او غدار خبرې د څۀ د پاره دي؟ دا د دې د پاره دي چې مونږ زمونږ د وسائلو او زمونږ د حقونو نه لرې وساتي. بابک صاحب زياته کړه، اېمل ولي خان ستاسو تر مخ ناست دے او دے به دهر خدائي خدمتګار کور حجرې او جومات او د هر پښتون درشل ته ورځي او پښتون قام به يو اواز کوي.

    دې نه پس ښاغلي فريد طوفان ته بلنه ورکړې شوه او هغۀ پۀ خپله وېنا کښې د باچا خان او ولي خان پۀ حقله يو شمېر خاطرې او يادونه شريک کړل. هغۀ ووې، زما حافظه او ناروغي ما ته دا اجازت نۀ راکوي چې تاسو سره هغه ټول يادونه او خاطرې شريکې کړم، خو دومره به ووايم چې کۀ څوک هم د باچا خان روح خوشحاله ساتي نو هغه دې د پښتون قام او پښتنې خاورې خدمت وکړي.

    دې نه پس ځوان مشر اېمل ولي خان ته پۀ سټېج بلنه ورکړې شوه او د هغۀ پۀ سټېج راتلو سره پۀ ټوله جلسه ګاه کښې يو نوے جوش او جذبه ښکاره شول. د پي اېس اېف شازلمو او د سرو جامو ځوانانو نعرې وهل شروع کړل او اولس پۀ دغه نعرو سره د بنو فضا مسته کړه. اېمل خان سټېج ته ولاړ ؤ او د ځوانانو جذبې د غلي کېدو نامه نۀ اخسته.داسې ښکارېده چې لکه د اېف سي اٰر ځپلې جنوبي اضلاع د باچا خان، ولي خان او اسفنديار ولي خان د پاره خپله ټوله مينه اېمل ولي خان ته ډالۍ کوي.

    اېمل ولي خان د خبرو پېل د غړمبېدونکي اولس د مينې او مننې سره وکړو. دې نه پس هغۀ ووئيل چې نن مونږ د هغه باباګانو تلين نمانځو چې خپل ځانونه ئې د پېرنګي غوندې د سخت، جابر او ظالم حکمران مخې ته لکه د فولادي غر ودرولي وو او د دې قام د ازادۍ تر لاسه کولو د پاره ئې خپل هر څۀ پۀ داو لګولي وو. باچا خان د انګرېز استعمار پۀ ضد د تودو نعرو پۀ ځاے عملي کار شروع کړو. د ازادو سکولونو بنياد ئې کېښودو، “پښتون” رساله ئې شروع کړه، يو منظم تحريک ئې شروع کړو او دغه تحریک د پاره ئې تنظيمي ډهانچه تشکيل کړه. پېرنګي دا هر څۀ ليدل او پۀ دې غلي پاتې کېدل د هغۀ د بادشاهۍ د پاره خطرناک وو. ځکه هغۀ نۀ خو باچا خان بهر ازاد پرېښودو او نۀ ئې د هغۀ ملګري ازاد پرېښودل. جېلونه وو، د جائيدادونو لېلام ؤ، بې عزتۍ وې، تشدد ؤ – کومه وسله نۀ وه چې انګرېز د باچا خان خلاف استعمال نۀ کړه. خو دغه ټول تشدد او ظلمونه هم د باچا خان او خدائي خدمتګارۍ پۀ لار کښې خنډ نۀ شول. باچا خان د معاشرې هغه خلک را پاڅول او د علاقې د خانانو مشران ئې کړل چې کسب ګر به ورته وئيلے کېدل. د داسې تاريخي واقعاتو نه کتابونه ډک دي چې څنګه تنظيم او تحريک مخ پۀ وړاندې تلل او د کوم روايت بنياد ئې ايښودلو. باچا خان غريبانو د پاره د ووټ حق، د زمکې د ملکيت حق، ښځو د پاره سياسي او معاشرتي ازادي او پارلېماني حېثيت وګټلو.

    د سياست خړپوسې خان عبدالولي خان د باچا خان پۀ وړاندې پۀ ځوانۍ کښې زده کړې وې او بيا د هغۀ ژورې مشاهدې او پۀ عملي سياست کښې تر هندوستانه تګ د هغۀ تجربه دومره وسيع او ژوره کړه چې کۀ د پاکستان پارلېماني تاريخ کښې د ائين او جمهوريت د پاره کنټريبيوشن وکتلے شي نو زما خيال نۀ راځي چې د ائين او جمهوريت وکالت به د ولي خان بابا نه زيات کوم سائنسدان هم کړے وي. سره د دې چې ولي خان بابا د لياقت باغ قتل عام او د حېدر اباد ټرېبيونل غوندې مقدمې سره څلور ځله د مرګ حملې سره مخ شوے، نن هم پۀ جمهوري ګوندونو کښې ولي خان بابا ته پۀ عزت او احترام کتلے شي. دا د باچا خان د فکر او ولي خان بابا د سياسي شعور تسلسل ؤ چې زمونږ پارټي د دې صوبې د تاريخي نوم پۀ ځاے کولو سره د اتلسم ائيني ترميم پاس کولو کښې کاميابه شوه. اوس څۀ ګنګوسې کېږي او دغه ګنګوسې پټې نۀ پاتې کېږي. مشر اعلان کړے دے چې کۀ د اتلسم ائيني ترميم د ختمولو کوشش خو لرې خبره ده، دې سره کۀ څو چېړچاړ هم کوي نو مونږ ورته په جار وایو چې د دې مطلب به زمونږ شناخت او زمونږ حقونو نه انکار وي او چې زمونږ شناخت او حقونو نه انکار کوي نو بيا به پاکستان هم نۀ پاتې کېږي. پۀ دغه وخت اېمل ولي خان د “خپله خاوره خپل اختيار” نعرې ووهلې او اولس پۀ زوره زوره د دغه نعرو ځواب ورکړو. اېمل ولي خان بيا ووې، د موجوده حالاتو پۀ نظر کښې ساتلو سره مشر يو حکم کړے چې د پښتنو لويه قامي جرګه دې را وبللې شي او دې جرګه کښې هغه مسئلې د بحث لاندې راوړې شي او د حل لارې ئې پۀ شريکه ولټولې شي چې دا وخت پښتون قام ورسره مخ دے. پۀ دې مسئلو کښې تر ټولو وړومبۍ مسئله د بد امنۍ ده – رياست دې سترګې نۀ پټوي، دې جلسه کښې وزير، مسيد، داوړ او د وزيرستان او شاوخوا سيمو خلک ناست دي، د رياست good طالب بيا پۀ دې علاقو کښې سپړدې تڼۍ ګرځي، هدفي وژنې کوي، د خلکو د کورونو بې عزتۍ کوي او برمتې او اغواء براے تاوان کوي – مونږ د دې خلاف يو او د جرګې تر لارې به رياست ته دا پېغام ورکوو چې مونږ پۀ دې خاوره نۀ د رياستي عناصرو جبر منو او نۀ د غېر رياستي عناصرو – اويا کاله دا سيمې پۀ اور کښې وسوزېدې، نور دغه تاو مونږ نۀ زغمو. هم د دې ترهګرۍ او د ترهګرۍ پۀ ضد د جنګ نتيجه کښې زمونږ دوېمه لويه مسئله د هغه لکهونو پښتنو ده چې د خپلو کورونو نه بې کوره د کډوالۍ ژوند تېروي. رياست مونږ د دې کډوالو د بيا پۀ ځاے کولو او د بيا ودانولو (rehabilitation) پۀ نامه مشغولوي خو چې مونږ پۀ ګراونډ ګورو نو د تېرو لسو کلونو نه پۀ زمکه هېڅ نۀ ښکاري. مونږ نن دې جلسه کښې هم د رياست نه مطالبه کوو او دا به د قامي جرګې هم د سر مطالبه وي چې دغه بې کوره خلک چې پۀ کېمپونو کښې ژوند کوي، زر تر زره دې خپلو پلرنو سيمو کښې بيا اباد کړے شي. اېمل ولي خان زياته کړه، زمونږ درېمه لويه مسئله هم د دې جنګ سره تړلې ده او هغه د هاغه خلکو ده چې د خپلو کورونو نه ماوراء عدالت غائب دي. د دنيا پۀ يو ملک کښې به دا و نۀ وينې چې رياست خپل جنګونه دومره متنازعه او مشکوک کړي. مونږ د باچا خان د لارې خلک يو، مونږ کله هم د تشدد کوونکو او ظالمانو سره نۀ ودرېږو، کۀ دغه مسنګ پرسنز کښې څوک پۀ تشدد او انتهاګرۍ کښې ملوث وي، بې شکه هغوي ته دې سزا ورکړې شي، خو کۀ کوم خلک ملوث نۀ دي نو هغوي دې خپلو کورونو ته حواله کړے شي. د مسنګ پرسنز عدالتونو ته پېش کول ائيني او قانوني ذمه واري ده او کۀ رياست خپله دغه ذمه واري نۀ پوره کوي نو شدد ردعمل او پۀ عالمي برادرۍ کښې د پښېمانتيا سره به مخ کېږي. زمونږ بله لويه مسئله زمونږ د قدرتي وسائلو ده. د اتلسم ائيني ترميم تر مخه هره صوبه د خپلو وسائلو د ملکيت فطري حق لري خو رياست پۀ دغه سلسله کښې د ائين نه پښه اړوي او د قبضه مافيه غوندې کردار ادا کوي. دې د پاره ائين د الېکشن د انجينئيرنګ پۀ ذريعه پۀ دوېم ځل خپل ګوډاګي راولي او د دې صوبې اختيار ورته صرف او صرف دې د پاره حواله کوي چې د اويا کلن پُر امن سياسي جدوجهد نه پس دې قام د خپلې خاورې کوم اختيار لاس ته راوړے دے، د هغې نه فائده پورته نۀ کړې شي. دا يوه داسې پارلېماني ټګي ده چې کله د دې خاورې د حقوقو خبره راشي نو د چا غږ نۀ خېژي خو چې کله ځان ښودنه شي نو بيا وائي حکومت د پښتنو دے او مرکز کښې هم پښتانۀ دي!!! دنيا ته ښودلے کېږي چې دا پښتانۀ دي خو تاسو ووايئ چې دوي د پښتنو خبره يا د پښتنو نمائندګي کوي؟ ]خلک يوه چغه کړي چې “نه”[ – مونږ د رياست اصلي واک دارانو او پنجاب ته وايو، کۀ تاسو قلارېږئ نۀ، نو بيا به زۀ اعلان کوم، پۀ تربېله ډېم به راټولېږو او بيا به درته ښايو چې د خپلو حقونو جنګ څوک څنګه کوي!!! زما بجلي د پنجاب صنعت چلوي او زما د کوڅې بلب نۀ بلوي!!! د کرک ګېس د ټول پاکستان دے خو د کرک د خلکو نۀ دے!!! زما اوبۀ د پنجاب دشتې ابادوي خو زما کوهاټ او ډي اٰئي خان ته نۀ ځي!!! نو مونږ به را پاڅو او لکه د تربېلې به کرک ته هم راځو او درته به ښايو چې خلک د خپلو حقونو جنګ څنګه کوي!!!

    اېمل ولي خان زياته کړه چې د پښتون قامي جرګې نه مخکښې به د مشر پۀ حکم مونږ د نوو ضم شوو ضلعو يوه جرګه هم پۀ باچا خان مرکز کښې را غواړو. د دې سيمو د مسئلو نه مونږ خبر يو، خو نور تفصيلات به هم دغه جرګه کښې را غونډوو او د دغه مسئلو د حل امکانات به لټوو او بيا به دغه حل د پاره ودرېږو.

    اېمل ولي خان اعلان وکړو چې سپرلي کښې به هغه د ټولو جنوبي اضلاع دورې کوي او د مارچ پۀ مياشت کښې به پېښور نه تر وزيرستانه “باچا خان امن مارچ” کوي.

    دې جلسې پۀ څو حوالو تاريخي حېثيت لرلو. يو خو دا چې پۀ جنوبي اضلاع کښې، چې څۀ حصې اويا کاله د اېف سي اٰر د تور قانون لاندې وې، څۀ سياسي سرګرمۍ نۀ شوې کېدې خو دغه علاقو ته د باچا خان د تحريک سره جنډه رسېدلې وه. دا وړومبے ځل ؤ چې دغه سيمو د باباګانو تلين ونمانځلو. دا پۀ دې سيمو کښې د اېمل ولي خان هم وړومبۍ سياسي اولسي جلسه وه. د پام وړ خبره دا ده چې پۀ نسبت د نورو سياسي ګوندونو او د دې علاقو د معاشرتي قدرونو نظر کښې ساتلو سره، د باچا خان يو لوے ارمان مونږ دې جلسه کښې وليدو او هغه دا چې د محترمې ياسمين ضياء پۀ کوششونو سره يو شمېر زنانه دې جلسه کښې شاملې وې او مونږ توقع لرو چې مستقبل کښې به د ښځو نمائندګي پۀ جلسو کښې نوره هم زياته شي.

    د باچا خان د اوونۍ پۀ سلسله کښې چې نوښار، بيا دلته بنو، ملاکنډ، اېبټ اباد او هرنائي کښې کومې جلسې وشوې، دا جلسې د تعداد پۀ لحاظ ډېرې تسلي بخش وې او د دې جلسو منتظمينو ته چې څومره داد هم ورکړے شي، کم به وي. دې جلسو دا حقيقت هم ښکاره کړو چې د باچا خان قافله وخت پۀ وخت لا نوره توانمنده کېږي او د اولس ذهنونه د رياستي پراپېګنډې د جادو نه ازادېږي. هغوي ويني چې د پاکستان پۀ سياسي ماحول کښې کۀ څوک پۀ حقيقت کښې د پښتنو نمائندګي او د پښتنو د مشرۍ دعويٰ کوي نو هغه عوامي نېشنل پارټي ده. د ادارو لۀ خوا پۀ ټګۍ منتخب شوي حکومت د غريب ژوند نور هم ګران کړے دے او خلک ئې هغه زوړ پاکستان پسې ارمانژن کړي دي. پاکستان کۀ زوړ وي کۀ نوے او کۀ پسې بيا هم نوے کېږي، زمونږ مستقبل د عوامي نېشنل پارټۍ سره تړلے دے.

     

  • احسان باچا خوږلن – ادبي روداد – احمد ځلان مايار

     

    هغسې سوکړه ده، ما وئيل ګنې سپرلے به شي
    طوق د غلامۍ چې مې د غاړې نه و نۀ وځي
    ايوه به پرې وتړم، باړۍ به دوواله کړمه
    څنګه به بيا جګه د نيکۀ دادا شمله کړمه
    ج

    يو موټے “خوږلن” يم، پۀ تودو ايرو کښې پايمه
    وخت به يو ځل راشي، ناګهانه به شغله کړمه

    د ځوانو خيالونو سپين ږيري “خوږلن” پۀ يويشتم ستمبر (2019) پۀ جندول کښې ساه ورکړې وه. د پښتو پراخ غزل کښې ‘خوږلن’ د ‘اندېش’ شمس القمر، ‘درد’ رحمت الله، ‘ګران’ اکرام الله او ‘روغاني’ عبدالرحيم د څنګ او پارسنګ ملګرے غزلپال ؤ. هغۀ خپله شاعرۍ کښې ديروژۍ لهجه، لفظيات او معنې داسې نۀ چې يواځې خپله بڼلې، د نوي کهول يو شمېر تخليقکاران ئې هم دغه لهجې، لفظياتو او معنيو سره پۀ اسلوبي توګه تړلي دي.

    دلته د ‘خوږلن باچا’ پۀ ژوند، فن او ادبي خدماتو د يو ورځني سيمينار راپور دے او ورپسې د ‘خوږلن باچا’ يو نظم د ممتاز خان د زيار سره وړاندې کړے شوے. د خوږلن روح دې ښاد وي!!!!

    د “دیر پښتو ادبي” کاروان او “جندول پښتو ادبي ټولنه” پۀ شریک اهتمام د ستر شاعر او پښتون فلسفي ارواښاد احسان باچا خوږلن پۀ ژوند، فن او ادبي خدماتو يو ورځنے سیمینار نن پۀ يکم دسمبر دوه زره نولس (2019) پۀ “ترمذي پبلک هائي سکول” مایار جندول کښې د سید کفایت یار بخاري اېډوکېټ پۀ صدارت کښې تر سره شوه. پۀ دې موقع د ملاکنډ پوهنتون پښتو څانګې پروفېسر ډاکټر سمندر يوسفزے او سابقه ایم پي اے اعزاز الملک افکاري مشران مېلمانۀ وو. د نظامت چارې علي حېدر کوثر او عبدالغفار روښان تر سره کړې. پروفېسر لقمان کېمور او اسفندیار خان مستخېل مشران کوربانۀ وو. د سیمینار شروع د قاري فتح الله د تلاوت کلام پاک نه وشوه.

    مولانا محمد جان چې د خوږلن بابا همځولے او ملګرے ؤ، د ارواښاد پۀ اړه ئې خپلې خاطرې شریکې کړې.

    ورپسې رضوان الله شمال د ارواښاد احسان باچا خوږلن پۀ ادبي ژوند، فني ځانګړنو، فکر اسلوب، سبک او مکتب رڼا واچوله او ارواښاد ئې د انګرېزي د ورډزورتهـ سره پر تله کړو او د پښتو ادب کښې ئې د دیروژي سبک سرخېل وګڼلو. فضل حکیم عندلیب پۀ خپله مقاله کښې د خوږلن بابا شعري فکر د خوشحال، غني خان، اقبال او رومي د افکارو سره پرتله کړو. علاءالدین سنګر پۀ خپله مقاله کښې د خوږلن بابا د فني ساخت، ادبي صنعتونو او بېلابېلو فکري جهتونو پۀ اړه بشپړه تجزیه وړاندې کړه. محمد جاوېد خیال پۀ خپله مقاله کښې د خوږلن بابا د رومانیت سره سره د خوږلن بابا پۀ سیاسي او مزامحتي اپروچ ګټه ورې خبرې وکړې. د دې نه علاوه تسلیم جان لاروي، عزیز الرحمان عزیز، اسفندیار مستخېل ، لقمان کېمور او کفایت یار بخاري د خوږلن بابا پۀ اړه خپل تأثرات، یادونه او خاطرې شریکې کړې.

    پۀ اخره کښې مشر مېلمه ډاکټر سمندر یوسفزي پۀ خپله مقاله کښې د خوږلن بابا د فني ځانګړتیاو او فکري اړخونو رڼا واچوله. هغۀ ووئیل چې د خوږلن بابا شاعري د کلتور او فوکلور امینه ده. د هغۀ اسلوب داسې دے چې د شډلو کاڼو نه مهین دېوال کوي.

    هغۀ زیاته کړه چې کۀ پۀ جندول کښې چرته میوزیم جوړېږي نوهغه دې د خوږلن صاحب د فولکلوري او کلتوري نظمونو پۀ اساس جوړ شي.

    پۀ نثري برخه کښې د سعید احمد ساحل، حبیب الله مایار، اشنا باجوړي او ښاغلي حیات روغاني لیکلې مقالې منتظمینو ته حواله شوې چې د دیر د ادبي تنظیمونو ویاړ ” زرپاش” )زېر اهتمام “دیر پښتو ادبي ټولنه”( رساله کښې به د خوږلن بابا خصوصي ګڼه کښې شائع کېږي.

    د نظمونو پۀ سلسله کښې سردار داود، عبدالغفار روښان، وقار خان وقار، طیب حېران، طاهر الطاف سرحدي ، عمران الدین حېران، عبدالعزیز عزیز، تسلیم جان لاروي، عزیز الرحمان عزیز، اعزاز الملک افکاري، سید قادر امین او حمید الله ضیاء ارواښاد احسان باچا خوږلن ته خپل منظومې پېرزوینې وړاندې کړې. مسلم خان وصال د ارواښاد خوږلن بابا مرثیه واوروله. فضل حکیم عندلیب د خوږلن بابا نظم “توبه خدایه توبه ” پۀ ترنم کښې پۀ اولسې غوښتنه دوه ځله واورلو. ریاض درمان هم د خوږلن بابا نظم “قانون” تحت الفظ واورولو – او هم دې سره ماسپښین ناوخته د سیمینار وړومبے پړاو سر ته ورسېدو.

    د نمونځ او ډوډۍ نه پس د سيمینار دوېم پړاو پۀ صدبر کلي کښې د احسان باچا خوږلن بابا پۀ یاد کښې د یو اولسي کتابتون پرانسته د پروفېسر ډاکټر اباسین یوسفزي او پروفېسر ډاکټر سمندر یوسفزي پۀ لاس وشوه. پۀ دې موقع ښاغلي اباسین یوسفزی د خوږلن بابا پۀ ژوند او فن ګټورې خبرې وکړې او د کتابتون پرانسته ئې د سیمې د خلقو د پاره ډېره ګټوره وګرځوله.

    داسې مازیګر ناوخته دا دستوره سر ته ورسېده.

    د ځائي خلقو سره سره د دیر، سوات، باجوړ، ملاکنډ ادب پال او پښتو پال اولس او شاعرانو ادیبانو دې دستورې ته ښکلا او ځلا وبخښله. د ابلاغ د رسنیو خصوصاً د شمال نیوز باجوړ، د جندول ښکلا وېب ټي وي، ځائی صحافیانو او اېف ایم روښان د کورېج کولو مننه کوو.

    نۀ شا توت شته نۀ ډبه
    څنګه کلے؟ څۀ مېشته؟

    نۀ پڼې شته نۀ غلبېل
    نۀ شپېلۍ شته نۀ چمبه

    نۀ پايکو شته نۀ مېچن
    نۀ کندو شته نۀ خمبه

    نۀ خاښۍ شته نۀ رشپېل
    نۀ پسخه شته نۀ خټبه

    نۀ سرني نۀ نغاره
    نۀ واړۀ جنبه جنبه

    نۀ ښانک شته نۀ لېټۍ
    نۀ دهقان شته نۀ قلبه

    نۀ کټوۍ نۀ منداڼو
    نۀ څمڅۍ شته نۀ شلومبه

    نۀ اشر شته نۀ غوبل
    نۀ چرګۍ شته نۀ لمبه

    نشته بټې نۀ اوګړه
    پۀ ګودر پرته ملبه

    نۀ پۀ شاو کښې مړز
    نۀ ایلۍ شته نۀ جبه

    نۀ ورشو شته نۀ غوبه
    توبه خدایه توبه!

    نۀ چمیار شته نۀ شاخېل
    توبه خدایه توبه!

    نۀ ملک شته نۀ مېرمن
    توبه خدایه توبه!

    نۀ چاري شته نۀ زامبېل
    توبه خدایه توبه!

    نۀ ډولۍ شته تکه سره
    توبه خدایه توبه!

    نۀ ډيوه شته نۀ شونټۍ
    توبه خدایه توبه!

    نۀ خړۍ شته نۀ خړو
    توبه خدایه توبه!

    نۀ پنغاړے نۀ غوجل
    توبه خدایه توبه!

    نۀ د ټول کلي حجره
    توبه خدایه توبه!

    نۀ پۀ نخښه باندې ډز
    توبه خدایه توبه!

    ډبه: د را ټولېدو ځاے، پۀ کلي کښې د خلقو د کښېناستو ځاے

    ورشو: څرځاے، کرغه، چراګاه

    غوبه: هغه کس چې غواوې او غوایان څروي او پالنه ئې کوي
    مېشته: استوګن شوے

    پڼه: کپۍ، کوښه، مګاوله، مچڼه، رکۍ، موچڼه، يو ډول زري يا څرمني پېزار
    غلبېل: پروېزے، چڼووڼے، پروز، بروز، پېروځے، پرويځے

    چمیار: څمیار، موچي، د څرمنو رنګوونکے

    شاخېل: (1 رېبځی ]جاروکښ[ (2 هغه وګړي چې پۀ درمن د دانو څپ وهلو کار کوي.

    شپېلۍ؟ تولکه، توله، نے، فلوټ، د موسيقۍ اٰله چې پۀ خولۀ غږولې شي.

    چمبه: تمبل، دف، دربه

    پايکو: (1 پېکو، پلېکو، د شولو یا وربشو مشين (2 د مېنچو مشين (A device for cutting noodles)

    مېچن: مېچنه، د دانو وړلو دستي مشين، د لاندې باندې کاڼو تر منځه د دانو وړۀ کولو يوه پخوانۍ اٰله

    ملک: د کلي مشر

    مېرمن: ارتينه، عورته، ښځه، د ملک ښځینه بڼه

    کندو: خمبه، خاورين لوښے دے چې غله او اوړۀ پۀ کښې ساتي

    خمبه: (1 زيرمه تون، ګودام (2 غټ کندو، د غلې ساتلو او ايښودلو لوے لوښے ]کندو، ترَټه[ (3 ګودرې، د کوټې چڼ، د کوټې وسے

    خاښۍ: سکو، غاښۍ، د درمن او بوسو بادولو يوه اٰله ده

    رشبېل/راشپېل: ډډګے، رشبېل، رشپېل، د لرګي اٰله چې واڼې پرې الوځولې شي. د واورو پاکولو خوے )پارو، رشبېل(، ګاڼۍ نه د اور را ويستو د اوسپنې اٰله، پۀ درمن کښې د غلې د پاکولو د لرګي اٰله

    چاري: ډل، بېلچه، ينګه، نجه، پوړۍ، ډمبه، لۀ اوسپنې جوړه يوه اٰله چې د زميندارۍ کارونه پرې کولے شي.

    زامبېل: زمبېل، زنبيل، لاسګاډے، کرړے، ګرګاډے، کراچۍ، يوه اٰله ده چې پۀ دوو تنو نيول کېږي او خاورې، تيږې او داسې نور پکښې وړل کېږي؟

    پسخه: پخسه، بخڅه، خمبيره شوې خټه، د خمبيره شوې خټې چمان

    خټبه: خټګر، د خټو کار کوونکے، دېوال ګرندے، خټمار، ګلکار، Mason, builder, bricklayer

    سرني: سرنا، سرڼي، سرني، سروڼا، د پښتني ارکسټرا د يوۀ ساز نوم دے

    نغاره: ډونډوره، ډمامه، ډندوره

    ډولۍ: جوپان، جپان، چوپان، د ناوې چوپان، د ناوې کجاوه، د ناوې حجله

    جنبه: جمبه، ډله، پره

    خانک: خنک، خانکے، يو ډول لرګين پلن او هوار لوے لوښے

    لېټۍ: اتوب، اړوب، کاچے، د اوړو شيره چې لږه ټينګه وي

    شونټۍ: يېژيې، يېژے، ييژه، دړوکۍ، پېلوځے، ليت، لیتکے، چراغ چوب، هغه غوړ لرګے چې د رڼا پۀ غرض بلولے شي.

    دهقان: یوبه، بزګر، ښکاروز، کروندګر

    قلبه: (1 د غوايانو جوړه (2 ايوې، ايوه، ييوې، ييوه

    کټوۍ: (1 کټوه، کټوۍ، خاورين دېګے (2 کتغ، نګولے

    منداڼو: منداړو، د مستو د شاربلو لپاره لرګينه اٰله

    خړۍ: خړانګه، شودپۍ، شدوپۍ، سپرلاکه، شمشې ناکه، شپش ناکه،

    خړانه، یو ډول وړوکے مارغۀ دے

    خړو: خړ رنګے سپے

    څمڅۍ: (1 چمچه، څمڅه، د لرګي کاچوغه (2 لويه کاچوغه

    شلومبه: شورمبې، شلومبې، شړومبې، شوملې، تروې، شړمبې، شومړې، شومله
    اشر: پګړه، ډله ايز ويړيا کار، بلندره، بګړه، بسکره، ټينګه، پګاړه (2 د يو کار لپاره جمع کېدل (3 پۀ شريکه کار کول (4 پۀ جمع د امداد پۀ ډول ويړیا )مفت( کار کول

    غوبل: پۀ درمن کښې د غلې دانې پۀ رېبلي شوي کښت )فصل( باندې غوايان ګرځول چې غله د بوسو نه بېله شي.

    پنغاړے: سوغالے، بغره، د سووې غار

    غوجل: غوجله، ګوړنده، هغه کوټه يا ځاے چې غواوې او غوايان پکښې تړي
    چرګۍ: هغه څلور کونجه نغرے چې د کوټې پۀ منځ يا کونج کښې جوړ وي، نغرے (2 د نغري نه ګېر چاپېره تاو را تاو موړه، Hearth

    لمبه: اور، د اور شغله، غرغنډه

    بټه: (1 غټې وريژې، هغه غټې وريژې چې نرمې پخې شوې وي او لۀ کروتو، مستو، ټېپرو او نورو سره خوړلې کېږي لکه کروت بټه، شلغم بټه (2 بې د مصالحو ورېژې

    اوګره/ اوګړه: (1 دوه برخې غنم پۀ مېچن مېده کوي، دومره نۀ چې اوړۀ شي؛ وروسته ئې پۀ اوبو کښې پخوي – يوه برخه چڼې، يوه برخه لوبيا او نيمه برخه مۍ، هر يو بېل بېل پخوي او د مېچن شوو غنمو سره ئې يو ځاے کوي. لۀ پخولو نه وروسته ئې لۀ کروتو يا مستو سره خوري (2 پۀ يخو شلومبو کښې پخې شوې وريژې اچوي او د ګرمۍ پۀ موسم کښې ئې بې لۀ تبي سړه سړه څښکي

    ګودر: د سيند، چينې ، کارېز يا څاه هغه ځاے چې ښځې او پېغلې ترې اوبۀ راوړي

    ملبه: د ړنګ دېوال يا کور خاورې، لوټې، ډبرې، ګټې چې ګډې وډې پرتې وي

    شاو: چرته چې مړز )بټېر( الوځي

    مړز: بټېر، نوړز، ورېړز، يو مارغۀ چې خلق ئې جنګوي

    جبه: جبه زار، هغه زمکه چې لۀ ځانه اوبۀ پکښې ولاړې وي، جب، ډنډه، بوخته.

    لوي واړۀ د کلي د جومات مخې ته جمع شو
    شور ؤ پۀ جومات کښې چې “‘احسان’ نمانځۀ له نۀ راځي
    څومره اسان کار دے، سړے هسې ښکته پورته شي
    دا ناراسته دومره دې اسان نمانځۀ له نۀ راځي”
    يو بل ته نيت چپ دے خو پۀ صف کښې تنې سيدها شوې
    دلته بد نيتۍ له، مسلمان نمانځۀ له نۀ راځي
    سخا د بل پۀ غوښو پۀ مسواک ئې داړې پاکې کړې
    هېڅ پۀ خپلو بدو پښېمان نمانځۀ له نۀ راځي
    نمونځ نۀ شي، پينځۀ ځله وعده د ورځې ماته شي
    دلته چې څوک يو ځل پۀ ايمان نمانځۀ له نۀ راځي
    چا کړه ګډه وډه د مؤمن او د معراج قصه؟
    دلته خو جومات له څۀ شېطان نمانځۀ له نۀ راځي
    ګوټ چې د ځیګر د وينو و نۀ کړي، قضا ښۀ دے
    هسې څوک د خولې د تش بيان نمانځۀ له نۀ راځي
    بل جومات به جوړ کړم، دغه لر کلے به ډله کړم
    يو جومات ته واړه دښمنان نمانځۀ له نۀ راځي
    بت لکه نسکور شي چې د ځانه نه بې ځانه شي
    هسې سرکونډو له دې بتان نمانځۀ له نۀ راځي
    مينه خو لۀ وړاندې د يار کور کښې سجيدې کوي
    خود به د بانګيانو پۀ اذان نمانځۀ له نۀ راځي
    مينه ئې لوګے شوه ورته، عقل ډيوې تتې کړې
    خېر کۀ لېوني څېرې ګرېوان نمانځۀ له نۀ راځي
    اخونزاده احسان باچا خوږلن

     

  • “پښتون”

    عوامي نېشنل ګوند د 2020 کال د مارچ پۀ لسمه نېټه د قامي جرګې د جوړولو غږ )اعلان( وکړ. مونږ د قامي جرګې ملاتړ او هر اړخیزه مرسته کوو. پښتون قامي جرګه د هېواد، سيمې او ورسره د نړۍ د امن او ټيکاو )ثبات( لپاره به ضامن وي.

    پښتنو پۀ خپل اوږد کړکېښ )تاریخ( کښې ډېرې سړې او تودې ليدلې دي خو تل ئې خپل ملي او قامي پېژند )هويت( ساتلی دی او خپلې ستونزې ئې پۀ جرګو حل کړې دي. د پردیو لۀ خوا پر پښتنو راتپل شوې جګړې څخه پښتانۀ ستړي شوي دي؛ پښتانۀ امن غواړي، د امن جرګه غواړي، د امن غوښتنه کوي، د امن غږ اوچتول غواړي، خپل راتلونکي کهول )نسل( ته ژوندون او رڼا سباوون غواړي.

    د وخت دا غوښتنه ده چې قامي مشران خپلو کښې سره کښېنې، د اختلافونو ښکار نۀ شي؛ د قام د ستونزو د حل لپاره لارې راوکاږي او اولس ته ئې مخې ته کېږدي او دا ځل ئې د کوټليو پايلو غوښتونکي دي. مونږ پۀ ټولو ملتپاله ګوندونو، غورځنګونو، قامي مشرانو او سياستوالو غږ کوو چې د پښتون قامي جرګې پرېکړې پۀ اتفاق پلي )عملي( کړي. دغه راز پۀ سيمه او نړۍ کښې پۀ سوله خوښو او امن خوښو ځواکونو غږ کوو چې د پښتون قامي جرګې د روا غږ، چې پۀ سيمه او نړۍ کښې به د امن زامن وي، پۀ کلکه ملاتړ وکړي.

    پۀ درناوي

    نصير ستوری

    ستر سېکرتر، د پښتنو ټولنیز اولسولیز ګوند

    کېدی شي چې اوس بعضې ويدهــ پښتانهــ پهــ دې پوهه شي چې پهــ تېرو پنځوسو کلونو کښې زما د قوم يا ملت سره کوم وحشت او ظلم و نهــ شو – کهــ مونږ د يو بېدار او با همته زړهــ ور قام ادعاء کوو او زمونږ د ملت اولس سره د کرغېړنې کرښې پهــ دواړو اړخونو کښې د حقيقتونو او واقعيتونو سترګې پټ

    کيداي شي چي اوس بعضي ويده پښتانه پدي پوه شي چي په تيرو پنځوسو کلونو کي زما دقوم يا ملت سره کوم وحشت او ظلم ونشوه که مونږ د يو بيدار اوباهمته زړور قوم ادعا کوه او زمونږ دملت او لس سره د کرغيړني کرښي په دواړو اړخونو کي د حقيقتونو اوواقعيتونو سترګي پټوه نو هر پښتون او افغان بايد پدي پوه وي چي د يو زړور او باتور ملت ادعا بيا خوشي ناره او چغه ده ، ددي دپاره چي د خپل وياړلي اولس او ملت د خدمت په رښتيني جوګه شوه په کار دي چي نور خپل صفونه او قطارونه تيار. خپله مشرتابه او مرکوزونه په ګوته او د پښتون دستر ملت د ملي ارزښتونو لړي پراخه سياسي موخي او جغرافيوي پولي څرګنده. او په ډاګه دخپلو ملي غو ښتونو دحق اخستلو روحيه پياوړي او کوټلي قدمونو ته په ذمه واري سره ځانونه تيار او چمتو کړو نور وخت نشته عملي ګام اخستل د وخت تقاضا ده !!!!!

    په درنښت .محمد شيرين ګرديوال ، المان