Author: pakhtoon

  • ياره! قلندر ته دعاګانې کړئ! – ډاکټر خادم حسېن

    ‎د کلي د ګرميو اوږدې غرمې به داسې وې چې د خلکو د تګ راتګ ټوله حوصله به ئې ورژوله. زمونږ د کلي د سکول د پښتو استاذ د نزدې بازيدخېلو کلي اوسېدونکے ‌ؤ؛ فضل کريم استاذ نومېدۀ. د سکول چهټۍ نه وروستو به ئې غرمه زمونږ حجره کښې ارام کولو او چې د نمر تاو به لږ تم شو نو مازيګر به بیا کلي ته تلو. ما دغه وخت پۀ اووم اتم ټولګي کښې سبق وئيلو. کله کله به د غرمې مونږ ټول فضل کريم استاذ سره ناست وو. یوه ورځ دې مجلس کښې د مومندو د تپې د بېلابېلو کلو د لوړو شخصیاتو تذکره راغله. د عبدالحميد مومند نه خبره پېل شوه او تر صنوبر حسېن کاکاجي او د بهادر کلي د خدائي خدمتګار عاشق شاه باچا نه تر د بډهبېرې د خدائي خدمتګار کپتان ګل حېدر او د سوړيزو د فقير محمد کاکا پورې راورسېده. دې کښې فضل کريم استاذ پوښتنه وکړه چې تاسو د بازيدخېلو لوے شاعر او افسانه نګار قلندر موند پېژنئ؟ کشران غلي شول او یو څو مشرانو ووې چې ولې نۀ! حبيب الرحمان خو د بډبهېرې هائي سکول کښې زمونږ سبقي ‌ؤ. استاذ صاحب ووې چې هو! خپل نوم ئې حبيب الرحمان دے او نن سبا ګومل پوهنتون کښې د لاء کالج پرنسپل دے. دې سره ئې د خپل ځنګانۀ لاندې پروت یو کتاب راويستو او مونږ ته ئې مخې ته کړو. وې ئې، دا د قلندر مومند د افسانو مجموعه ده. د کتاب پۀ ټائټل “ګجرې” ليک ‌ؤ. زما پۀ اصرار استاذ صاحب کتاب ما ته لوستلو د پاره پۀ دې شرط راکړو چې ټولې افسانې به لولم. سم راته نۀ دي یاد چې درې کۀ څلور شپې مې دغه کتاب سره روڼې کړې وې. دا د پښتو وړومبے کتاب ‌ؤ چې ما ټول پۀ ټوله لوستے ‌ؤ. د افسانو پلاټونه او کردارونه بیا تر ‌‌‌‌‌‌ډېرو کلونو زما مازغو کښې اوړېدل راوړېدل.

    ‎څو کاله وروستو چې ما اسلامیه کالج کښې پۀ اول کال کښې سبق وئيلو نو زما روم مېټ ریاض تسنيم ‌ؤ. تسنيم راته یو ورځ دوه د شاعرۍ کتابونه لوستلو ته راکړل: یو د اجمل خټک “ګل او پرهر” او بل د قلندر صاحب “سباوون”، چې پۀ لوستلو ئې د مړېدو نۀ ‌وم. “سباوون” به بیا لکه د صحيفې ما سره همېش پۀ ترخ کښې ګرځېدو. د “سباوون” شعرونه به راته پۀ هره موقع او پۀ نۀ څۀ خبره یادېدل. د “سباوون” اوږدۀ اوږدۀ نظمونه راته ازبر شوي وو. “اے د رحمان ادېرې!”، “اے د مومندو زمکې!”…”رحمانه! ستا د پاک مزاره ځنې، د ازاریانو لږ خبر اخلم”.

    ‎چې پۀ خوشحال پۀ رنتهبور کښې وشوې
    ‎هغه کانې پۀ ما لاهور کښې وشوې
    ‎د رڼا ناوې دغه ټولې قيصې
    ‎ما سره ستا د مېنې تور کښې وشوې

    ‎بیا به مې چې کله د قمرګلې پۀ غږ د قلندر صاحب دغه غزل اورېدو نو د “سباوون” هغه مخ به مې هم خیال ته راغلو چې پۀ کوم مخ دغه غزل چاپ شوے ‌ؤ.

    ‎د صبر ساه مې پۀ سکيندو شوه، تۀ به کله راځې؟
    ‎زما ځواني پۀ زړېدو شوه، تۀ به کله راځې؟
    ‎د قلندر د ارماني ژوندون علاجه مرګه!
    ‎هغه خو اوس د نۀ راتلو شوه، تۀ به کله راځې؟

    ‎بیا چې کله زۀ دولسم دیارلسم ټولګي ته ورسېدم نو د اسلامیه کالج “خېبر” مېګزين کښې مې افسانې او مضمونه ليکل پېل کړل. یوه ورځ هم دې سلسله کښې فرمان الدين بخشالي مرحوم ته ورغلے وم، نو هغۀ راته وې چې پۀ افسانه دې د قلندر صاحب چاپ څرګنده ښکاري. بیا ئې رانه پوښتنه وکړه، د قلندر هفته وار تنقيدي نشست ته ورځې؟ ما د دې نه د لاعلمۍ اظهار وکړو. څۀ موده وروستو راته د کلي یو ملګري ارشد وحيد خبره وکړه، د قلندر صاحب د ساهو ليکونکو ادبي مرکې ناسته د هر ګل پۀ ورځ اردو سائنس بور‌‌‌‌‌‌ډ کښې کېږي. بیا څۀ؟ د هر ګل پۀ ورځ به زۀ او ارشد مازيګر اردو سائنس بور‌‌‌‌‌‌ډ کښې حاضر وو. اردو سائنس بور‌‌‌‌‌‌ډ هغه ورځو کښې سوئيکارنو چوک سره نزدې کراچۍ مارکيټ کښې ‌ؤ.

    ‎د ساهو ليکونکو ادبي مرکې دغه تنقيدي نشستونه زما د پاره بېخي نوې تجربه وه. یو غزل، افسانه، مضمون، نظم یا تکل به تنقيد د پاره وړاندې شو. دا به اکثر د یو ځوان ليکونکي زیار ‌ؤ. ‌‌‌‌‌‌د ادب وتلي تخليق کارانو او استاذانو ډاکټر اسرار، یار محمد مغموم، اکرام الله ګران، عنایت الله ضیاء، فريد صحرائي، سيد محمود ظفر او مشتاق مجروح یوسفزي به تنقيدي جاج واخستو او کله کله خو به ئې ليک تار تار کړو. نسبتاً ځوانانو لکه ګل محمد بېتاب، اباسين یوسفزي، اظهار الله اظهار، ارشد وحيد او راقم حروف به اکثر پوښتنې کولې. زبېر حسرت صاحب به پۀ ‌‌‌‌‌‌ډېر انهماک، مهارت او خطاطۍ روداد ليکلو. قلندر صاحب به د نشست پۀ پایې کښې د خپل علم سمندر راوسپړدلو. د فارسۍ، عربۍ، انګليسۍ او پښتو کلاسيک نه به ئې حوالې راوړې او هغه به ئې د ادبي تنقيد تهیورۍ سره تړلې او د فنپارې د قدر اصول به ئې وضع کول. د عروض، بلاغت، منطق، فلسفې، نفسیاتو، ټولپوهنې او بشر پوهنې باريکې نکتې به ئې فنپاره کښې لټولې او هغه به ئې ادبي تاريخ سره تړلې.

    ‎مونږ ځوانانو د پاره د د کتابونو، علمونو او تخليق کارانو حوالې او بیا د هغې پۀ لوسته هڅول لکه چې قلندر صاحب پۀ ځان فرض کړي وو. ما ته یاد شي چې یو وار ما د جميل جالبي د یو کتاب حواله ورکړه. قلندر صاحب راته پۀ قهر ووې چې جالبي زما د پاره استناد نۀ دے، کۀ حواله ورکوې نو بیا د هغه چا ولې نۀ ورکوې چا نه چې جالبي خوشه چيني کړې ده؟ پښتانۀ وائي چې راخستل غواړې نو بیا د لوے ‌‌‌‌‌‌ډېران نه راخله! ما وې دغه څوک دي؟ قلندر صاحب ځواب کښې ووې چې ټي اېچ هیوم دے، مېتهیو ارنلډ دے، جانسن دے، ټي اېس ايلیټ دے.

    دغه وخت کښې ما ایله ایله د انګرېزۍ ادبیاتو رسمي تعليم پېل کړے ‌ؤ. انټرنېټ لا عام شوے نۀ ‌ؤ نو زۀ پۀ دکانونو سر شوم او چې تر څو مې د دغه ټولو نقادانو کتابونه نۀ وو پېدا کړي او هغه ټول مې لوستي نۀ وو نو پۀ ارام شوے نۀ وم. دغسې مې یوه ورځ چرته خطا کښې د بایزيد انصاري او د پښتون تاريخ خبره وکړه نو قلندر صاحب رانه سمدستي پوښتنه وکړه چې تا د عبد القادر خټک “تاريخ مرصع” او د دوست محمد کامل A Foreign Approach to Khushal لوستي دي؟ زۀ بیا شرمنده او لاجوابه شوم خو زړۀ کښې مې قصد وکړو چې څنګه د مرکې دا اجلاس تر سره شي نو دغه کتابونه به لټوم. او هم دغسې مې وکړل.

    ‎یو ځل راقم، اظهار صاحب او ارشد وحيد یو ‌‌‌‌‌‌ډېر معصومانه سازش جوړ کړو. دغه ورځو کښې زۀ د انګرېزۍ ادبیاتو د وړومبي کال طالب علم وم او اظهار صاحب غالباً د اردو ادبیاتو د ماسټرۍ دوېم کال کښې سبق وئيلو. زمونږ به اکثر قلندر صاحب سره د نوې افسانې پۀ تکنيک بحث کېدو. د قلندر صاحب خیال ‌ؤ چې د افسانې د پاره د قصۍ، پلاټ او کردارونو شتون د شرط حېثیت لري. قلندر صاحب به وې چې افسانه هغه وي چې ‌‌‌‌‌‌ډرامائي تشکيل ئې کېدے شي. زمونږ دا موقف ؤ چې نوې افسانه د دې نه بغېر هم ليکلې کېږي. ما یو ځل پۀ ‌‌‌‌‌‌ډېر اعتماد دا فتويٰ جاري کړه چې خبره د روایت نه ‌‌‌‌‌‌ډېره مخکښې تلې ده. قلندر صاحب پۀ قهر ووې چې تۀ داسې افسانه وليکه او را روان اجلاس کښې ئې تنقيد ته وړاندې کړه. زۀ، اظهار صاحب او ارشد وحيد د اجلاس نه وروستو قصه خوانۍ کښې یوې چاے خانه کښې کښېناستو او شريکه مو د یوې داسې افسانې تنسته جوړه کړه. څو ورځو کښې ما د “بو‌‌‌‌‌‌ډا سړي” د سرخط لاندې دغه افسانه وليکله او را روان اجلاس کښې مې واوروله. د افسانې مرکزي خیال پۀ هومو سېکشوالټي ولاړ ‌ؤ. اجلاس کښې توند بحث روان شو. قلندر صاحب بېخي پۀ قهر شو او پۀ یو صورت کښې ئې هم دغه ليک د افسانې زمره کښې نۀ راوستو. ما ته یاد شي چې ‌‌‌‌‌‌ډاکټر اسرار صاحب خپل مخصوص سټائل کښې ګویان شو، “قلندر صاحب! داسې ښکاري چې ستاسو پۀ خیال عامر )دغه وخت کښې ما عامر تخلص لرلو( د دغه بو‌‌‌‌‌‌ډا سړي نه زیات غلط کار کړے دے” – دې جملې سره د اجلاس ګرمي سړه شوه او مونږ پۀ خېر راووتو.

    ‎شپږ اووۀ کاله چې مې د قلندر صاحب نه زدکړه وکړه او بیا پۀ انګرېزۍ کښې د ليک لوست قابل شوم نو هغه وخت پېښور نه خپرېدونکې د انګرېزۍ ورځپاڼې Frontier Postادبي صفحې د پاره مې خپل د انګرېزۍ وړومبے مضمون پۀ قلندر صاحب وليکلو. چې مضمون چاپ شو نو بیا راباندې دا پرغځ ولګېدو چې دا اخبار اوس قلندر صاحب ته څنګه ورسوم. د مرکې اجلاس کښې لا ورځې وې او ما غوښتل چې سمدستي دا مضمون قلندر صاحب وويني. نېغ اردو سائنس بور‌‌‌‌‌‌ډ ته لاړم او د هغه وخت ‌‌‌‌‌‌ډائرېکټر عبد الله جان صاحب نه مې د قلندر صاحب د کور درک واخستو. خوشحال کالونۍ ته ورسېدم نو حېران هم شوم او ودړدېدم هم، چې پۀ یو وړوکي کور مې د قلندر صاحب د نوم بور‌‌‌‌‌‌ډ وليدو. بس “د یو قلندر جونګړه” ښکارېده. قلندر صاحب کور کښې موجود ‌ؤ. زۀ ئې بهېټک کښې کښېنولم او قهوه ئې راوغوښته. اخبار مې پۀ وېره وېره ورکړو. داسې راته ولګېده چې قلندر صاحب مخکښې دغه اخبار یا خو لوستے دے او یا ورته اورولے شوے دے. دغه وخت کښې د قلندر صاحب سترګې ناروغه وې او لوستل ئې پۀ خپله نۀ شو کولے. دا هم راته محسوس شوه چې قلندر صاحب ما پۀ ذاتي توګه پېژني. زما د کشر ترۀ پوښتنې ئې ما نه وکړې کوم چې هغۀ سره د بډهبېرې سکول کښې سبقي ‌ؤ. زما پۀ تعليم او نورو مصروفیاتو ئې راسره پۀ تفصيل خبرې وکړې. ما ته داسې ولکېده چې قلندر صاحب زۀ پۀ خپلو نزدې شاګردانو کښې قبول کړم.

    ‎د قلندر صاحب شخصي مجلسونه لکه چې زما د پاره د علم، پوهې او لوستې د یو پراخه جهان دروازه خلاصه شوه. دا هغه ورځې وې چې د ولي خان د کتاب “باچا خان او خدائي خدمتګاري” دوه ټوکونه چاپ شوي وو. یوه ورځ دغه دواړه ټوکه قلندر صاحب سره پراتۀ وو چې زۀ پرې ورپېښ شوم. ما ته یاد دي چې قلندر صاحب وې چې زۀ ولي خان د سیاسي بصيرت دې منطقه کښې تر ټولو لویه حواله ګڼم. بیا ئې راته دا ووې چې زۀ حېدر اباد سازش کېس کښې د ولي خان وکيل وم او زما د پاره دا اعزاز د هر څۀ نه غټ ؤ چې زۀ د ولي خان مقدمه کوم. دې سره ئې دا ووی چې زما دا یقين نۀ راځي چې دا دومره پۀ کړاو راغونډ شوي معلومات او دومره سپېځلي دليلونه او بیا دا کتاب چې څنګه چاپ شوے دے، د املاء څومره تشوالے دے پکښې او د ‌‌‌‌‌‌ډاکومنټېشن نشتوالے دے پکښې؛ د ولي خان پۀ شان نفيس او لوستے انسان به پۀ دې څنګه مطمئن شوے وي؟

    ‎زما یاد دي چې کله پاکستان کښې د نولس سوه نوي (1990) ټولټاکنې وشوې او ولي خان ته د مولانا حسن جان پۀ ذريعه ماتې ورکړې شوه نو تر ټولو قهرېدلے انسان چې ما ليدلے ‌ؤ، قلندر صاحب ‌ؤ. زمونږ زړونه مات شوي وو خو قلندر داسې پۀ قهر ‌ؤ لکه چې څۀ ‌‌‌‌‌‌ډېر ذاتي زیان ئې شوے وي.

    ‎هم دغه شخصي نشستونو کښې ما داسې محسوس کړې وه چې کله قلندر صاحب د باچا خان نوم اخلي نو یو عجبه احساس سره مخامخ کېږي. د باچا خان پۀ حقله د قلندر صاحب نه د پوښتنې کولو ضرورت نه ‌ؤ. دې ذکر د پاره به لکه د “ذکرِ یار” پۀ شان قلندر صاحب بهانې لټولې. یو وار ئې راته وئيل چې باچا خان سلګونه کاله وروستو د دې منطقې د پاره یو متفق علېه رهبر ‌ؤ او بیا ئې زیاته کړه چې پۀ باچا خان چا سره کمپرومائز نۀ شم کولے.

    ‎د بحثونو هم دې لړۍ کښې مې د قلندر صاحب نه یو وار د خان شهيد او د ولي خان د نېپ د زمانې د اختلاف پوښتنه وکړه او دا مې زیاته کړه چې باچا خان د دې اختلاف ختمولو د پاره ولې ګامونه اوچت نۀ کړل؟ دا خبره زۀ ښه پۀ وثوق او هوش و حواس کوم چې قلندر صاحب کومه قصه راته وکړه، هغې زۀ د بلها ورځو د پاره فکرمند کړے وم. قلندر صاحب راته ووئيل چې دې خبرې باچا خان ‌‌‌‌‌‌ډېر فکرمند کړے ‌ؤ. هغۀ زیاته کړه چې یو ځل زۀ، حاجي صاحب بلور او یو بل کس )قلندر صاحب راته درې واړه نومونه یاد کړي وو خو د دغه درېم کس نوم زما نه هېر شوے دے، شاید افضل خان لالا ‌ؤ(، باچا خان را وغوښتو او مونږ ته ئې ووې چې تاسو صمد خان ته لاړ شئ او پوښتنه ترې وکړئ چې پۀ څۀ خفه شوے دے؟ قلندر صاحب وی چې مونږ صمد خان کاکا )قلندر صاحب به خان شهيد ته “صمد خان کاکا” وئيل( ته لاړو او خبره مو ورسره وکړه؛ صمد خان کاکا وئيل چې ولي خان ما نه کشر دے نو ځکه صدارت زما حق جوړېږي. مونږه باچا خان ته دا خبره راورسوله. زمونږ پۀ مخکښې باچا خان ولي خان راوغوښتو او ورته ئې ووې چې صدارت صمد خان ته پرېږده! ولي خان ورته جواب کښې ووې چې بابا! دا خو پارټي ده، ګوند دے او دې کښې جمهوریت دے. د پارټۍ صدر خو د ګوند مرکزي کونسل ټاکي. کۀ تاسو وايئ چې ګوند ختم کړه نو زۀ به سبا دا اعلان وکړم. باچا خان وې، نه! ګوند ضروري دے. ولي خان ورته وې، کۀ تاسو غواړئ نو زۀ به د مرکزي کونسل هنګامي اجلاس را وغواړم او د صمد خان کاکا نوم به د خپلې غاړې نه صدارت د پاره وړاندې کړم، خو د سوونو نمائندګانو پۀ مرکزي کونسل باندې پۀ زور خپله خبره نۀ شم منلې. قلندر صاحب وې چې باچا خان پۀ ټوله قصه ورسېدو او بیا غلے شو.

    ‎ما ته یاد دي چې قلندر صاحب باندې شاید تر ټولو سخت وخت هغه راغلے ‌ؤ چې کله ئې “پټه خزانه في الميزان” چاپ کړو. ما چې دغه کتاب ولوستو نو د قلندر صاحب د خوشامندو پۀ طور مې ورته ووئيل چې دا خو مسکت دليلونه دي. قلندر صاحب رانه پوښتنه وکړه چې “پټه خزانه” دې لوستې ده؟ ما وې نه! راته ئې وې چې ستا پۀ څېړنه مې هېڅ اعتماد نشته؛ چې پۀ کوم کتاب کرېټک دے، هغه کتاب خو دې د سره لوستے نۀ دے! تۀ یو ځل “پټه خزانه” ولوله او بیا “في الميزان” ولوله، بیا راته خپله رایې ووایه. چې ما “پټه خزانه” ولوسته او یو وار مې بیا “في الميزان” ولوستو نو قلندر صاحب ته مې وې چې زما رایې هم هغه ده کومه چې تاسو ته مخکښې مې وئيلې وه او دا مې زیاته کړه چې کۀ د پښتو ادبیاتو یو تاريخي روایت وجود ته راځي نو لږ ‌‌‌‌‌‌ډېر کمے زیاتے معاف کول پکار دي. د قلندر صاحب سکوټ ځواب دا ‌ؤ چې ‘پۀ بې بنیاده او ضعيف تاريخ روایت نۀ جوړيږي’ او زۀ بیا غلے شوم، ځکه چې ما سره هېڅ دليل نۀ ‌ؤ.

    ‎قلندر مومند زما استاذ هم ‌ؤ او زما لارښود هم – پۀ ګور ئې نور شه او یاد ئې تلپاتې!!!

    د زلمي شاهد قماش پۀ “اذيت” څو کرښې

    د معصوم اذيت دوه ګستاخ اٰيتونه

    وړومبے اٰیت:

    هغۀ خپل ګرېوان ته سر تا کړو او يو بېکرانه سراب کښې کېوتۀ. د سوکړه شونډو تېرۀ پاړونه ئې پۀ کربلائي سترګو کښې لکه “جبالاً اوتادا” ژور او درانۀ پرېوتل. د تندې مستقل تصور هغۀ کښې د “اذيت” اونه وکرله چې ځېلې او څانګې ئې د هغۀ د روح پۀ طول او عرض کې ښخې او خورې شوې. د اذيت د دغه احساس شدت هغۀ داسې پوست او مهين کړو چې:

    زما د ذات تکميل کښې وکړه دا شوخي فرښتو زما وجود کښې ئې د روح پۀ ځاے کړو پُو، “اضطراب”

    د ذات تکميل کښې د فرښتو د شوخۍ استعارې د اضطراب کفاره واجب کړه. هغۀ د دغه اضطراب نه زېږېدلے “اذيت” )زۀ داسې ګنم لکه چې( “نېروان” ومنلو. هغۀ د اذيت تکرار کښې د ژبې پۀ سر ووئيل،

    اذيت دے – اذيت دے – اذيت پرېږدوه شاهد قماشه! “شاعري”

    خو د زړۀ دننه هغه پۀ دې سِر او سُر پوهه ؤ چې:

    ؤ تخلیق کار د اذیت سره مخ عقیدت مند وو د تقلید حصار کښې

    خپل ګرېوان کښې سر تا کړے، بېکرانه سراب کښې کېوتے، هغۀ د اضطراب نه “اذيت” تخليق کړو.

    دوېم اٰيت:

    د “اذيت” شعرِ فاتحه:

    اعلٰي معيار ته، د خرابو ضرورت څۀ ؤ؟ چې معجزې وې، د اسبابو ضرورت څۀ ؤ؟

    د “اذيت” شعرِ ختميه:

    مړ دے، هغه بلا نوش، شاهد قماش ګرځېده چې ئې تر څنګه مېکده

    “اذيت” د فکري او شعري تجربو پۀ مجسمه بڼه ستاسو لاسونو کښې دے. د “اذيت” شاعر ځان له د فرېب ورکولو د پاره بلها بهانې تراشلې دي او دغه بهانې خپل نېچر کښې رېشنل دي. دا ثابتوي چې د “اذيت” دننه د تخليق شوو شعرونو پۀ شا يو منطق او استدلال پروت دے – د منطق پۀ صحت خبره نۀ کوم – خبره خو اصل کښې د منطق شتون دے؛ صحت د پاره خو تجسس، لټون او”اذيت” ته غاړه ايښودل پکار وي. د معنيو راويستلو هنر د هغۀ زده.

    “زۀ يو بې نومه بې عنوانه وجود

    د خپل شناخت هڅه کۀ وکړمه نو

    بلها نامې بلها معنې لرمه”

     

  • د “درست افغان” شاعر: خوشحال خان خټک – سجاد ژوندون

    پرته لۀ دې چې د اوږدو اقتباسونو څخه کار اخلم، د غربي او شرقي پوهانو پۀ رڼا کښې پۀ قامپرستۍ باندې بحث کوم، نو پکار ده د قران مجيد دغه ايت مبارک پکار راوړم، ”وَ مِنۡ اٰیٰتِہٖ خَلۡقُ السَّمٰوٰتِ وَ الۡاَرۡضِ وَ اخۡتِلَافُ اَلۡسِنَتِکُمۡ وَ اَلۡوَانِکُمۡ ؕ اِنَّ فِیۡ ذٰلِکَ لَاٰیٰتٍ لِّلۡعٰلِمِیۡنَ“[1] )او د هغۀ د قدرت پۀ نخښانو کښې د زمکې او د اسمان پېدائش او ستاسو د مختلفو ژبو د رنګونو اختلاف هم دے؛ هم پۀ دې کښې د پوهه لرونکو د پاره لويې نخښانې پرتې دي( – دلته روايتاً زمونږ د ژوند ټولې حوالې پۀ “دينوي” او “دنياوي” اصطلاحاتو کښې وېشلې شوې دي، دين د دنيا او دنيا د دين پۀ ضد ودرولې شوې ده –

    هر څو ټولنه کښې د ژوند د مختلفو فکري ایجادونو، نظرياتي رويو او علومي انکشافاتو د استرداد د پاره د مذهب تر لارې د مخالفت کولو روايت ته وده ورکړې شوې ده، ما د دغه ايت د قامپرستۍ (Nationalism) د سياسي تصور پۀ ضد د مذهبي تشريح وضاحت د پاره راوړے دے. خداے متنوع تخليقات د خپل تخليقي قدرت نخښه بلي، انسانان پۀ جدا جدا قامونو، رنګونو، ژبو، خويونو، جغرافيو او کلتورونو کښې پېدا کولو باندې خپله لوئي څرګندوي خو مذهبونه د “تنوع” دغه شتمني رد کوي.

    اوس د دې نه اخوا چې پۀ قامپرستۍ خبره کېږي نو بايد دا “جبلت” تصور کړے شي، ځکه چې مونږ دا خبره خو منو چې هر ژوند کوونکي کښې تر ټولو اولنے جبلت دغه دے چې دے به د خپل ځان او د خپل نسل بقاء کوي. نو بيا کوم ځاے چې انسان د ژوند پۀ عامو معاملاتو کښې خپل ځان غوره کوي، خپل اولاد غوره کوي، خپل ټبر غوره کوي او خپل قام غوره کوي نو دا به جبلي عمل وي. جبلتونه د وحشي خوي نه انساني نفسياتو ته راوړلو د پاره فکري ايجادونه، نظرياتي رويې او علومي انکشافات د انساني دانش د زرګاو کلونو د تجربو ورکړه ده.

    د انساني ټولنې بقاء او ارتقاء پۀ دې کښې ده چې د جبلت او فطرت سره د تصادم پۀ ځاے دا د ژوند د پاره ساهو کړي او د حېواني صفت )جبلت( پۀ مقابل ئې انساني صفت ته راوړي. ټولنې هم د دغه فکري، علمي او عملي ارتقاء پۀ نتيجه کښې پرمختګ کوي. داسې کېدل ډېر کم امکان لري چې دنيا د ټولو انسانانو “مشترکه ميراث” شي او کۀ فرض کړه شي هم، نو د دې انتظام او انصرام به کله هم موزون، اسان او پائيدار نۀ وي.

    پېغمپر پاک صلي الله علېه وسلم چې اخري خطبه بيانوله، هغۀ ټول مسلمانان وروڼه ګرځول خو د عربي او عجمي اصطلاح ئې پۀ څرګنده ډول بيان کړې وه. دغه اصطلاح د بشري حقونو او انسانيت پراخه معنٰي کښې د مساوي حېثيت د پاره ده او پۀ سياسي معنيو کښې دا د قامي، ژبني او کلتوري شناخت، د وسائلو د اختيار او سياسي خپلواکۍ جغرافيائي حد بندي کوي.

    اوس د قامپرستۍ مخالفت کښې چې پۀ پاکستاني فيډرېشن کښې کوم قوتونه مخې ته راغلي دي، هغه پۀ درې ډوله دي: يوه هغه ډله ده چې پۀ مذهبي نقطه نظر سره د قامي تصور د ختمولو هڅې کوي او بله هغه ډله چې د کميونزم پۀ بهانه دلته د قامپرستۍ خلاف د استعماري قوت برخه ګرځي – زۀ ئې پۀ لنډه توګه دوه مثالونه پېش کوم: لکه د مودودي صاحب د ليکونو نه د جماعت اسلامي د لټرېچر پۀ ذريعه پۀ دغه ډول کار اخستے کېږي:

    ’’جب کھبی ایک قوم اپنے مفاد کی خدمت اور اپنے مصالح کی حفاظت کے لئے اپنے آپ کو ایک رشتہ ازدواج میں منسلک کرے گی یا با الفاظ دیگر اپنے گرد قومیت کا حصار چن لے گی تو لازماً اس حصار کے اندر والوں کے درمیان اپنے اور غیر کا امتیاز کرےگی؛ غیر کے مقابلہ میں اپنے کی حمایت کرے گی‘‘[2]

    داسې پوره پوره کتابونه پۀ دغه غرض ليکلے شوي دي او ليکلے کېږي چې پۀ پاکستان کښې د مېشته قاميتونو نه د هغوي د هر قسمه حقونو تروړلو جواز ورکوي او پۀ تسلسل سره دغه فکر مخ پۀ وړاندې بوتلے کېږي چې دغه قاميتونه د خپل حق خبره و نۀ کړي. د دغه قاميتونو د فطري او ائيني حقونو مطالبه د مذهب پۀ استحصالي تشريح سره د “ګناه” تصور سره تړلې شوې ده. دغه بيانيه اګرچې نن سبا د ناکامۍ سره مخ شوې ده خو داسې هم نۀ ده چې سر خوري، بلکې د يوې نوې تبليغي جماعتي بيانيې سره مخ ته راغلې ده کوم چې قامونو نه د حق نه د دستبردار کېدو پۀ کار اخته ده. دوېم ډول هغه خلق دي چې د مغرب د سياسي تحريکونو پۀ بهانه دلته خلقو ته ښائي شنۀ باغونه، خو د دغې باغونو پۀ شا د قامونو نه قامي تفکر لرې کول ئې غرض وي. دغه خلق عموماً خپله مبارزه پۀ ځاے د دې چې د استعماري قوتونو خلاف وچلوي، پۀ هر صورت کښې د قامي شتمنيو، وسائلو او اختيار د مطالبې مخې ته د خنډ کار ورکوي – د خپلو بيانيو د سياسي ضرورتونو د پاره کۀ دغه ګروهونه هر څو د Leftist او rightest پۀ خانو کښې ځانونه تقسيموي، خو چې د قامپرست سياست خبره راشي نو د فکري جنګ نه تر انتخاباتو د پاره د يو بل ووټران وي. دغه خلقو د پاره پۀ سوشل، پرنټ او الېکټرانک ميډيا خرڅېدونکې هره علاقائي سودا واره کوي خو چې کله د سياسي اختيار د مطالبې د جنګ خبره راشي نو بيا د بېن الاقواميت طرف ته داسې ټوپ ووهي چې د محترم سليم راز صاحب دا شعر د دغه خلقو د ذهني تضاد بهترينه نمائندګي کوي، چې:

    سرحدونه مې نظر کښې نۀ ځائېږي
    د نړۍ د هر وطن زۀ باشنده يم

    د انټرنېشنلزم دا تصور د خپل معروض، قامي بيانيې او سياسي جنګ نه د فرار يو انټلکچول کوشش دے، حالانکې کۀ مونږ ګورو نو ښاغلي شاعر به د “سرحدونو” څخه صرفِ نظر د نړيوال سفري قواعد نه د انکار صورت کښې نهــ وي کړے، خو پهــ فکري طور دا د مسئلو د مقاميت نه د لا تعلقۍ يا د دې د غېر ترجيحيت معنې ورکوي.

    درېم ډول خلق چې د قامپرستۍ پۀ ضد خپله مبارزه کوي، هم د جديديت او پراخه مقصديت پۀ بهانه کله د نيو نېشنلزم، کله د اېن جي او پۀ شکل خپل عمل تر سره کوي او پۀ يو نه يو ډول د قامي خپلواکۍ پۀ لار کښې خنډ کېږي. د دې غرض لاس ته راوړلو د پاره دوي قامي مسئلې مقامي (Localize) کړي او د خپلو مسئلو د هواري اختيار لاس ته د راوړلو پهــ ځاے د دې وقتي هوارے حل وګڼي.

    زما د دومره اوږد اقتباس مقصد د خوشحال خټک هغه قامي شخصيت دے چې پۀ حقيقت کښې د “درست افغان” شاعر دے خو پۀ رياستي توګه د “دو قومي نظريې” سره پۀ شعوري ډول زمونږه ځينې مشرانو د هغۀ سره هم هغه عمل کړے دے، کوم چې د قامپرستۍ سره شوے دے يا لا اوس هم کېږي. د خوشحال خټک شخصيت د افغانيت نه شوکول او هغه د دوه قومي نظريې پۀ رڼا کښې څېړل يا هغه هم لکه د علامه اقبال د جنګي بيانيې د پاره پکار راوستل نۀ دا چې لوے ادبي خيانت دے بلکې قامي خيانت هم دے، کوم چې د خوشحال تشريح کوونکو پۀ کوزه پښتونخوا کښې کړي دي. دغه خلق نۀ چې ګنې د عالمګيريت سره مينه لرونکي دي يا د اسلامي تعليماتو سره، بلکې د دغه عالمګيريت يا اسلامي تعليماتو پۀ شا خوشحال د خپل افغانيت نه د را شوکولو هڅې ئې کړې دي. لنډ مثال ئې دلته زۀ د “ارمغان خوشحال” د مقدمه ليکونکي استاد سيد رسول رسا ورکوم چې د “خوشحال او اقبال” د عنوان لاندې ليکي،

    “زما پۀ خيال د خوشحال فلسفۀ حيات مرکز او محور “پښتو” وه او د ډاکټر اقبال د فلسفۀ حيات مرکز او محور “خودي” وه. خوشحال لکه د اقبال پۀ شان يوه منظمه فلسفه حيات نۀ لرله.”[3]

    دلته رسا صاحب يو خوا دا خبره کوي چې د خوشحال د فلسفۀ حيات مرکز او محور پښتو ده خو د علامه اقبال د خودۍ پۀ مقابله کښې پښتو بيا منظمه نۀ ګڼي!!! زۀ د اقبال پۀ خودۍ يا د هغۀ پۀ فلسفۀ حيات خبره خو نۀ کوم، خو د رسا صاحب پۀ مقصد خبره کوم چې کۀ د خودۍ مونږه هر څومره تشريحات وکړو، زما پۀ خيال چې دا به د پښتونولۍ صرف يو جز ګرځي. د دې نه بله لويه خبره کومه ده چې پښتنو سره د فلسفۀ حيات د پاره “پښتو” د ځائي نفسياتو او سماجي شعور نه را زېږېدلې ضابطه، چې پۀ علمي لغت کښې “پښتونواله” (Pashtunwali) بللې شي، شته، نو بيا منظمه پۀ کوم ډول نۀ ده؟ خو رسا صاحب خوشحال د افغانيت يا د پښتونوالې نه د راشوکولو د پاره پۀ شعوري ډول ځان ته لاره پرانستله او دغه لار ئې د اقبال پۀ بهانه د دوقومي نظريې لاندې غوره کړه. تر دې چې رسا صاحب کوم ځاے هم د خودۍ خبره کوي نو بار بار دغه تکراروي چې د خوشحال پښتو اصل کښې د اقبال خودي ده؛ يعني داسې کله هم نۀ وائي چې د اقبال خودي د خوشحال پښتو ده – پۀ “خوشحاليات” کښې د “اقباليات” اثر ليدلو د پاره نۀ خو د ښاغلي رسا صاحب سره د عصري تقديم يا تاخير څۀ علمي جواز شته او نۀ د اصطلاحاتو پۀ تشريح کښې هغه د عقلي دليل راوړلو جواز لري – خو بيا هم کۀ مونږه د خودۍ معنٰي هم هغه وباسو کومه چې رسا صاحب کوي، يعني رسا صاحب خودي “خود شناسۍ” ته وائي، نو بيا خو کۀ د خوشحال تمام کليات چې د پښتونولۍ نه ډک دي، مونږه نظر انداز کړو او صرف پۀ “دستار نامه” کښې د دستار د سړي د پاره هغۀ تر ټولو وړومبے معيار هم دغه خودي “د ځان پېژندنې هنر” ګرځولے دے چې د شل هنرونو او خصلتونو پۀ منځ کښې خودي صرف يو توکے ښکاري. دلته هم زۀ د اقبال پۀ تعليماتو نقد نۀ کوم خو د رسا صاحب تعليمات داسې دي چې اقبال لکه چې پۀ اوولسمه صدۍ کښې تېر شوے او خوشحال د شلمې صدۍ سړے وي!!! د دليل د پاره تاسو “مقدمه ارمغان خوشحال” پۀ تفصيل لوستلې شئ.

    هم پۀ دغه ډول رسا صاحب د مطالعه پاکستان پۀ اثر کښې د خوشحال خان خټک غوندې شاعر هم د دو قومي نظريې سره تړي. محترم رسا صاحب دومره لۀ جذباتو نه تېز تلے دے چې د خوشحال خټک هغه پۀ زرګونو شعرونه چې هغۀ پکښې بار بار خپله مبارزه خالص د افغان وطن او پښتنې خاورې د پاره بيانوي، سترګې اړولې دي. دا خبره هم صفا ده چې د مغلو او پښتنو جنګ صرف او صرف د خپلواکۍ جنګ ؤ؛ د غاصب او مغصبوب، حاکم او محکوم جنګ ؤ؛ پۀ دې منځ کښې هېڅ د اسلام يا بل کوم مذهبي څيز جنګ نۀ ؤ بلکې د نن پۀ نصاب کښې مغلي واکمن د اسلام عادلان باچاهان ښودلے کېږي نو بيا خوشحال ولې د هغوي سره جنګ کولو؟ خو محترم رسا صاحب د خوشحال جنګ له کوم رنګ ورکوي، تاسو وګورئ:

    “پاکستان پۀ حقيقت کښې د خوشحال خان د خوبونو تعبير دے ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ پۀ پاکستان کښې د مغل، افغان ،سندهي او پنجابي وغېره د ټولو مسلمانانو يو شان حقوق دي او يو شان حېثيت لري او هم دغه د خوشحال تعليمات وو ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ خوشحال خان خټک ته هم مونږ د پاکستان شاعر وئيلے شو، څۀ خو پۀ دې چې هغه د پاکستان پۀ خاوره کښې پروت دے او پاکستان د هغۀ وطن دے او څۀ پۀ دې وجه چې پاکستان د برصغير د مسلمانانو واحد هغه رياست دے کوم چې خوشحال خان خټک پۀ خپله زمانه کښې د مسلمانانو د پاره غوښتلو او څۀ پۀ دې وجه چې د خوشحال خان خټک تعليمات لکه د ډاکټر اقبال د اسلامي فلسفۀ حيات ترجمان دي. د مغلو سره د کشمکش پۀ سلسله کښې چې ئې کوم اشعار وئيلي دي، کۀ هغه ورنه يو طرف ته کړو، باقي د خوشحال خان خټک شاعري د ډاکټر اقبال شاعرۍ ته ډېره نزدې ده.”[4]

    تاسو د پورته ليک نه اندازه ولګوئ چې پۀ څومره هنر خوشحال د خپل افغانيت او قامي تصور نه راجدا کولے کېږي، حالانکې د خوشحال پۀ تعليماتو کښې نۀ خو داسې کوم تصور شته چې ګنې هغۀ د برصغير مسلمانانو له خوب ليدو يا ئې شاعري کوله او نۀ هغۀ د مغل سره شر پۀ دې کولو چې ګوندې د بنګال،سندهـ، پنجاب وغېره مسلمانانو ته يو شان حق نۀ ورکول کېدو؛ بلکې د هغۀ او د مغلو شخړه صفا وه چې هغۀ اعلان کړې وه “د افغان پۀ ننګ مې وتړله توره” – بل طرف ته رسا صاحب وائي چې کۀ د مغل سره د کشمکش شاعري ئې اخوا شوه نو د خوشحال تعليمات د ډاکټر اقبال تعليماتو ته ورته کېږي او زۀ وايم چې کۀ د مغل سره د کشمکش شاعري د خوشحال پۀ کلياتو کښې نۀ وه، شايد چې نن چا هم خوشحال نۀ پېژندو.

    هم دغسې دغه بيانيه چې د يو منظم پلان د لارې مخې ته بوتلل کېده، محترم پرېشان خټک هم پکښې برخه لرلې ده. لکه يو خوا ئې د محترم رسا صاحب د “ارمغان خوشحال” مقدمې نه کار پورته کړے دے نو بل خوا وائي چې علامه اقبال صاحب ‘د ننګيال مرسته ځکه کوله چې د علامه صاحب پۀ خيال ننګيال هم هغه مقاصد تر سره کول، کوم چې يو سوچه مردِ مؤمن تر سره کولے شي.’[5]

    د مرد مومن مقاصد د دوقومي نظريې پۀ تناظر کښې جنګي بيانيه ده چې پۀ دې خطه کښې ئې د کفر او د اسلام پۀ نامه د تېرو پنځوسو کلونو راهسې پۀ لکهونو خلق ووژل – ايا د خوشحال “ننګيال” هم دغه مقاصد لرل؟ او کنه رسا صاحب يا پرېشان خټک صاحب ترې هم دغه کار اخستل غوښتل؟ بلکې دغه تصور د پروفېسر ډاکټر اقبال نسيم خټک هم ؤ او دغه تصور د پروفېسر ډاکټر شاه جهان هم ؤ – تر دې چې شاه جهان صاحب پرې پۀ باقاعده ډول د “خوشحال د جنګ او جهاد نظريه” پۀ عنوان مضمون هم ليکلے دے او محترم مير عبدالصمد خو وائي “چې خوشحال او اقبال کوم خوب ليدلے ؤ، د هغې تعبير محمد علي جناح ؤ” –

    زۀ د اقبال د خوب سره خو تعلق نۀ لرم، خو د خوشحال خوب د ټول افغان وطن خوب دے؛ هغه خوب چې پۀ ويښه ئې د “فريد خان شېر شاه سوري” خيال تصور کړے ؤ او تعبير ئې احمدشاه ابدالي بابا ختلے ؤ – خو دلته به زما خبره پۀ “شايد” ودرېږي.

    هم پۀ دې بهير کښې استاد داور خان داود هم يو قسم کوشش کړے دے چې د خوشحال تشريح د اقبالياتو پۀ رڼا کښې وکړي او بيا د هغۀ افکارو ته د قامي تصور پۀ ځاے افاقي تصور ورکړي؛ داسې لکه څوک يو ماشوم د مور د غېږې نه وشوکوي او ورته وائي چې دا ماشوم خو خداے پېدا کړے دے، دا ستا نۀ دے او دغسې دغه ماشوم پۀ يوه مېله کښې پۀ الغاو تلغاو کښې پرېږدي. لکه استاد محترم د خوشحال د ننګيال د مضمون پۀ تمهيد کښې ځان ته هم دا ډول لار داسې پکار کړې ده:

    “د انسان هم دغه اوصاف او خصوصيات دي چې ټول بنيادم ئې د انسانيت، اخوت او ورورولۍ پۀ مزي تړلي دي ځکه چې د ژبې دود دستور ملک او قام تفريق عارضي او وقتي دے. شعر او ادب هم د دې انساني او افاقي عواملو او اوصافو د اظهار نوم دے – دا نۀ پروپېګنډه ده، نۀ سياست دے، نۀ رسم او رواج دے چې يو خاص قام او ملک سره تعلق لري او بل سره ئې څۀ تړون او پېوستون نۀ وي.”[6]

    د دې هر څۀ نه پس چې مونږه د خوشحال پۀ تعليماتو خبره کوو نو تر ټولو اول خبره به دا کوو چې هغه د “درست افغان شاعر” ؤ. هغه کۀ د خپلې تورې خبره کوي او کۀ د قلم خبره کوي، نو اول ئې د پښتون افغان د پاره کوي؛ تر دې چې ګيله ئې هم داسې کومه د اسلامي نړۍ د مسلمانانو نه نۀ ده، د خپل قام نۀ ئې کوي، لکه وائي چې:

    پښتون بې قدره، مغل بې ننګه
    توبه لۀ تورې، توبه لۀ جنګه

    زۀ ئې چا لره وهم قدر ئې چا زده؟
    پۀ اور وسوزه دا تورې قلمونه

    د دې نه پس کۀ څوک خوشحال ته خامخا د پاکستان شاعر وائي او پۀ دې ئې وائي چې قبر ئې پاکستان کښې دے، نو دا ډېره غېر منطقي خبره ده. خوشحال خپله خاوره او خپله جغرافيه پۀ څرګنده ټکو کښې ټولې نړۍ ته ښودلي دي:

    درست پښتون لۀ قندهاره تر اټکه
    سره يو د ننګ پۀ کار پټ او اشکار

    1. : سورة الروم، ايت 22
    2. : سيد ابولاعلیٰ مودودی،مسلۀ قومیت، مکتبۀ جماعت اسلامی، جمال پور، 1947، ص 5
    3. : سېد رسول رسا، مقدمه ارمغان خوشحال، يونيورسټي بک اېجنسي، پېښور، 2001، مخ 91
    4. : هم دغه کتاب، مخونه 113-111
    5. : پرېشان خټک، نابغه خوشحال، ننګيال خوشحال خان خټک، بهير مطبعه کابل، 2017، مخ 300
    6. : دواد، پروفېسر داور خان، د خوشحال د فکر تنستې، افاق پرنټرز، محله جنګي پېښور، 2018، مخ 16-15

     

  • کېپ ټاون او باچا خان (افسانه) – همدرد يوسفزے

    کېپ ټاون پوهنتون کښې دا زما د پي اېچ ډي دوېم کال ؤ. د خپل تاريخي بلډنګ او دوه سوه کاله اوږد سفر پۀ تناظر کښې دا د سوهېلي افريقې تر ټولو ستره او زړه يونيورسټي ده. درې غټ غټ کېمپسونه لري، پۀ زرګونو استاذان او شاګردان لري. تر ټولو خوندور څيز چې دغه پوهنتون کښې دے، هغه د دغه پوهنتون د رنګونو ښائسته او پۀ زړۀ پورې امتزاج دے – دلته تور، سپين او رنګداره درې واړه خلک موندلے شي. ما ته ياد شي چې وړومبيو ورځو کښې به ما ته زما د کلاس ملګرو “رنګدار” (colored) وئيلو؛ نو زۀ به حېران شوم چې دا نو لا څۀ شو؟ “کلرډ” يعني زۀ رنګدار يم!!! وروستو بيا پوهه شوم چې کله مې د سوهېلي افريقې د رنګونو ترخه قصه ولوسته. دغلته د تاريخ يو تور جبر تېر شوے ؤ او انسانان د پوستکي د رنګ پۀ مناسبت معارفي کېدل او د پوستکي د رنګ سره د هغۀ پېژندګلو وه.

    ‎يعني تک تور، تک سپين او غنم رنګه – زۀ د خېره غنم رنګ ومه. د سوهېلي افريقې د برطانيې استعمار او ورپسې بيا د رنګونو پۀ نوم د انسانانو نه نفرت او د تور رنګ پۀ سر پۀ لکهونو انسانان د بنيادي حقونو نه محرومه کول د جبر او استعمار داسې دوره وه چې انسانان د پوستکي پۀ رنګ نورو انسانانو لۀ پامه غورځول.

    زما د کلاس ملګري بلها سياسي خلک وو. زياتو ملګرو د ANCYL (Africa National Congress Youth League) سره تړاو لرلو چې د افریقه نېشنل کانګرس د طالب علمانو سیاسي ونګ ؤ. زۀ نۀ پوهیږم خو زما تعلق به د سپينو او رنګدارو طالب علمانو پۀ ځاے د تورو سره زيات ؤ. ناسته پاسته تر دې چې زما د هاسټل استوګنه هم د يو تور ملګري ليتابو سره وه. ليتابو تک تور ؤ؛ ما به ورته اکثر وې،

    “ياره! چې د شپې لائټ مړ کړې نو خداے ته ګوره خانده مۀ! صرف غاښونه ښکاري او نور سکرين باندې تکه توره تيارۀ وي.”

    هغه به د خندا شين شو،

    “يه رنګداره! رنګونه خو بس دوه دي، يا خو تور وي او يا سپين؛ دا تۀ پکښې څۀ څيز يې؟ نۀ تور يې او نۀ سپين!!! او ګوره! ما کښې ټول رنګونه دي – کوم جسم چې ټول رنګونه جذب کولے شي نو هغه تور شي.”

    ما وې، “تور خو شي خو بس د شپې به راته خاندې نۀ او چې خندا درشي زر به راته بلب اٰن کوې، ګنې زۀ به لۀ وېرې مړ يم.”

    ‎کېپ ټاون ښار د غرونو پۀ منځ کښې دے – يو اړخ ته ټېبل ماونټېن دي او بل اړخ ته Head of Line يعني د زمري سر – دغه غر داسې جوړ دے چې د منزري د سر پۀ شان ښکاري.

    ‎لانګ سټريټ (Long Street) د دغه ښار پۀ منځ کښې هغه ځاے دے چرته چې بلها ډېرې رسټورنټې دي او هلکان جينکۍ د موج مستۍ پۀ خاطر دغه لانګ سټريټ ته ځي. زۀ به هم تلم. ما له به دغلته افريکان ميوزيک بلها خوند راکوۀ؛ سره لۀ دې چې زۀ پۀ دغه سندرو اول اول نۀ پوهېدم، خو بيا به هم خوند ئې راله راکولو.

    ‎تر ټولو خوندور ه سندره به د بنجامين شاعر وه چې سپين پوستو هغۀ له پهانسي ورکوله او هغۀ د پهانسۍ نه وړاندې د نظم پۀ شکل ليکلې وه – سروکے ئې داسې ؤ:

    I am proud to be what I am…
    ‏The storm of oppression will be followed,
    ‏By the rain of my blood.
    ‏I am proud to give my life,
    ‏My one solitary life.

    ‎زۀ به دغه نظم د موسیقۍ پۀ څپو کښې د ځان سره روان کړم او ما به وې چې زۀ بنجامين دغه مخامخ وينم چې تک تور وجود نه ئې توره کپړه تاو را تاو ده او د هغۀ غاښونه ښکاري چې هغه د پهانسۍ ځاے ته روان دے او دغه نظم وائي.

    ما به ليتابو ته وئيل،

    “ياره! داسې يو شعر زمونږ شاعر هم وئيلے لکه چې د جبر او استبداد خلاف د خلکو غبرګون يو شان وي!”

    هغۀ به وې، “ځه کنه! تۀ ووايه يو نظم د خپلو شاعرانو!”

    ما به ورته د اجمل خټک دغه شعر ووې او ورته به مې انګرېزۍ کښې ترجمه وکړه؛

    دا خټک چې پۀ سلګيو سلګيو کښې خاندي
    مطمئن دے چې پۀ مينه د لېلا مري

    او بيا به مې ورته د هغه مشهور نظم “د لويو لويو قدرتونو ربه! يو تمنا ده اورېدې شې کۀ نه؟”

    ليتابو هم زما غوندې د حقوقو او سياسي علومو طالب علم ؤ؛ هغۀ به چې نظم واورېدو نو زر زر به ئې راته وې،

    “يه هلکه انقلابي! دا خو د بنجامين پۀ شان نظم دے، لکه چې زمونږ دردونه او تکليفونه يو رنګ دي.”

    رښتيا چې د محکومو قومونو دردونه يو رنګ وي! جابر حاکم، ظالم او زورواکي هر ځاے يو شان وي!

    ما ورته د اجمل صاحب د کتاب “دا زۀ پاګل وم ” ترجمه پېش کړه. هغۀ دغه کتاب ولوستو؛ وې ئې،

    “هلکه انقلابي! دا خو د رېسرچ د پاره ښه موضوع ده، ولې نۀ چې تۀ د بنجامين او اجمل خټک تقابلي جائزه واخلې! کمال به وشي.”

    ما وې، “نه يار! دا موضوع شاعرانه ده او زما شاعران بدي شي، شاعران څۀ جذباتي خلک وي، ژوند ئې د الغاو تلغاو نه ډک وي خو د عمل پۀ مېدان کښې بيا داسې نۀ وي.”

    زۀ پوهېدم چې زما دا دليل ډېر کمزورے دے او بنحامين او اجمل صاحب دواړه د عمل خلک وو، سياسي خلک وو. بنجامين د سياست پۀ دغه مبارزه کښې پهانسي شوے هم ؤ او اجمل صاحب د قيامت نه زيات تنګ ژوند پۀ سياسي مېدان کښې تېر کړے ؤ. د نظام پور تهاڼې ټارچر سِلونه وو کۀ د ډېرو او د مچ د جېل دردوونکي اذيتونه؛ خو خټک نۀ مات شو، نۀ واپس شو – بلکې د مزاحمت يو داسې علامت وګرځېدو چې انګۍ ئې تر لرې لرې اورېدلې شوې.

    ليتابو د تور پوستو د استحصال پۀ يوه پېړۍ بلها معلومات لرل. هغۀ دغه جبر څۀ پۀ خپله ليدلے کتلے ؤ او څۀ د هغۀ مطالعه بلها پراخه وه. ما ته به ئې اکثر دغه قصې کولې. دګاندهي جي پۀ اهنسا )اهنسا( د هغۀ کمانډ څۀ د بلا ؤ. هغۀ به قصه کوله او ما به سر ړقولو.

    کېپ ټاون پوهنتون کښې زمونږ د حقوقو د څانګې يو استاد پروفېسر پوکاموسو زما سپروائزر ؤ. د هغۀ خپله پي اېچ ډي د اکسفورډ پوهنتون د عدم تشدد پۀ سياسي تحريکونو وه. هغۀ ما ته زما د پي اېچ ډي د موضوع پۀ حقله وئيل،

    “لطيف خانه! زۀ غواړم تۀ هم پۀ دغه موضوع کار وکړې؛ د ګاندهي جي پۀ اهنسا کار کولو کښې بشپړه ګنجائش شته.”

    ما وې، “سر! زۀ هم پۀ دغه موضوع کار کول غواړم خو زما موضوع به د ګاندهي جي سره سره د خپلۍ خاورې د اتل غفار خان وي.”

    د غفار خان د نوم اورېدو سره هغه د خپلۍ کرسۍ نه را پاڅېدو، تور مخ نه ئې د تاثراتو اندازه نۀ لګېده خو يو اوږد سوچ واخستو. د مېز نه ئې قلم را واخست او د خپلو غټو غټو ګوتو پۀ منځ کښې ئې کلک ونيولو. بیا مسکے شو او د سپينو غاښونو پۀ ښکارېدو ئې د مخ اثرات بېخي پټ شو. ما ته ئې ووې،

    “د غفار خان پۀ حواله خو ما خپل تهيسس کښې کار کړے دے، زما معلومات بس هم دومره وو چې هغه د انډين نېشنل کانګرس د مرکزي کونسل غړے ؤ، پۀ قام افغان ؤ؛ نور دغه سړے د تاريخ د پاڼو نه پټ پاتې دے. زۀ فکر نۀ کوم چې د کېپ ټاوڼ پوهنتون د پي اېچ ډي د پاره تا ته دغه سائناپسس ومني او اجازت درکړي. دوېمه خبره دا ده چې زما د معلوماتو تر څنګ دغه سړے پۀ قام افغان ؤ او تۀ د پاکستان يې، نو ستا اتل څنګه شو؟”

    ما وې، “سر! دا د تاريخ جبر دے، زۀ هم پۀ قام افغان يم او هم د هغې سيمې اوسيدونکے يم د کومې سيمی چې غفار خان ؤ. د تاريخ جبر مونږ د مرکزي اېشياء خلک د سهېلي اېشياء سره ګډ کړي وو او زۀ فکر کوم چې هم دغه وجوهات دي چې تاسو د پاره غفار خان پۀ حقله معلومات دومره کم دي. زۀ دا باور لرم چې د باچا خان قامي مبارزه د خپل قام د پاره ډېره ځانګړې وه او دغه ځانګړتياو هغه د ګاندهي جي نه يو قدم واړندې کوي. د برطانوي استعمار پۀ نتيجه کښې چې د هند نيمې وچې وېش وشو نو ګاندهي جي او د هغوي ملګرو مونږ پۀ وچه ډاګه پاتې کړو. غفار خان د تقسيم پۀ وخت ګاندهي جي ته وئيلي، “You have thrown us to the wolves.” – د “شرمخانو” د ټکي سره پروفېسر صاحب يک دم حېران پۀ خپل ځاے ودرېدو. نزدې پروت جېګ نه ئې ګلاس ته اوبۀ واچولې او پۀ يو غړپ ئې ګلاس تش کړو،

    “دا څنګه؟ لطيف خانه! شرمخان څنګه؟”

    ما وې، “سر! زۀ ځکه دا خبره کوم چې ما سره دا موضوع ومنئ؛ دلته بلها کار دے، زۀ يو کس د پښتون وطن نه دلته راغلے يم او دا حق خو لرم چې خپل سوالونه ځواب کړم. د ګاندهي وطن کښې پۀ زرګونو خلکو پۀ هغۀ کار کړے دے؛ زما وطن کښې زما تاريخ نشته، زما کتاب نشته، زما ژبه نشته – سر! د غفار خان د عدم تشدد سياسي خوځښت د ګاندهي جي نه عېن ستاسو د منډېلا نه هم ځانګړے ؤ. هغۀ عدم تشدد د يوې سياسي حکمت عملۍ پۀ توګه نۀ بلکې د عقيدې پۀ توګه منلو.”

    پروفېسر صاحب مسکے شو،

    “لطيف خانه ! ستا عقيدت او مينه پۀ خپل ځاے خو دا پي اېچ ډي ده، يوه يوه خبره citation غواړي، دغه تقابل به درته ډېر ګران شي.”

    ما وې،

    “سر! د عقيدت خبره بالکل هم نۀ ده، زۀ دغه کار ته اماده او چمتو يم او ستاسو رهنمايۍ کښې پۀ ځان پوخ باور لرم.”

    د ډېرو خواريو نه پس پروفېسر صاحب دغه موضوع ته تيار شو.

    ما خپل د رېسرچ کار تر ډېره حده د وړاندې نه پوره کړے ؤ؛ د منډېلا پۀ حقله د رېسرچ او تقابل لږ کار پاتې ؤ .ما مې د کلاس ملګرې پملا ته وې، ستا او زما موضوع سره نزدې نزدې دي؛ تۀ پۀ منډېلا بلها پوهه لرې، کۀ خوښه دې وي دغه کار به سره ګډ کړو. پملا مسکۍ شوه، وې،

    “رنګداره! توره جينۍ يمه، کۀ چا درسره وليدم نو بيا به خلک وائي چې دواړه وادۀ ته تيار دي.”

    ما وې، “زما دومره قسمت چرته؟”

    هغه لۀ خندا شنه شوه، “چې تۀ څۀ قسمه هم کومک غواړې، زۀ تياره يمه.”

    ما وې، “سبا زۀ روبن جزيرې ته ځم چرته چې منډېلا بندي ؤ.”

    هغې وې، “سمه ده، زۀ تياره يم، خو څو ورځې به هلته لګي؟” ما وې، “پوره هفته” . هغې وې، “هلته خو د پاتې کېدو څۀ انتظام نشته، کۀ مونږ سحر ځو او مازيګر بيا واپس کېږو نو سمه به وي.”

    هم دغه پروګرام ترتيب شو. ما د شپې ليتابو ته قصه تېره کړه، ليتابو وې،

    “هلکه انقلابي! ځان سره وسکي يوسه، هلته موسم ډېر يخ وي.”

    ما وې، “نه نه! پملا له مې رډ وائن راخستي دي او زما نه خو تۀ خبر يې چې زۀ خو دغه شيان نۀ څښکم.”

    وې “مړ به شې”؛ ما وې “زۀ هم ستا د نيکۀ منډېلا غوندې انقلابي يم، هغه خو هلته مړ نۀ ؤ، پوره اووۀ ويشت کاله هلته بندي ؤ، ولې هغۀ ته به ئې وسکي ورکوله څۀ؟”

    ليتابو د خندا نه شين شو، وې “رښتيا يار! تۀ انقلابي يې خو اوس راته هغه سندره ووايه، هغه انقلاب واله.” ما وې “کومه سندره؟” وې مړه! ستاسو هغه بل انقلابي شاعر چې ليکلې وه!!! ما وې ښه ښه!

    “را واخلئ بيا د انقلاب سره نشانونه”

    ما پۀ ترنم کښې سندره شروع کړه او هغۀ کرسۍ ته ډډه وهله، لکه چې د تېرې پېړۍ د تور پوستو د جبر قصه ئې پۀ دغه سندره کښې کتله. ما سندره ختمه کړه او هغۀ د وسکي نه غړپ غړپ پينځۀ شپږ ګوټونه وکړل او پۀ تېز اواز يې د خپل شاعر دغه نظم شروع کړو چې نېلسن منډېلا ته ليکلے شوے ؤ. خداے خبر دغه نظم به پۀ ما ډېر خوږ لګېدو او ما ته به ئې د اندېش صاحب نظمونه چې باچا خان ته ليکلے شوي وو، راياد کړل.

    Ninety-four years…

    is

    many lives,

    is many bones to go through,

    many walks through the sun,

    many hearts to shed,

    many stars of joy to comb through your hair,

    a lot of time to drink.

    let us hold you now,

    let us warm the water for your skin,

    let our youth be your comfort.

    we have seen how your feet danced,

    know,

    that we have committed;

    your rhythm,

    your song.

    You,

    to memory

    our weeping

    is

    all hope and fresh mourning.

    نظم به زۀ د ځان سره د پښتنو پۀ کلو او بانډو وګرځولم. ليتابو نظم نه پس بيا د وسکي نه څو غړپه وکړل او پۀ ارام د خوب جوټيو پۀ غېږ کښې واخستو.

    سحر زۀ او پملا د روبن جزيرې پۀ طرف روان شو. هلته مو بلها کار وکړو. د منډېلا جېل، د هغۀ د کوئيلې کان مو وليدو؛ مرکې مو وکړې او ښۀ ډېر تصويرونه مو واخستل. ترتيب شوې سوال نامه مو د منډېلا د وخت قېديانو ته حواله کړه چې هغوي هلته د سېلګرو او څېړنکارانو د پاره ناست وو چې رهنمائي ئې وکړي. بلها قصې مو د اٰئي پېډ پۀ وائس اېپ کښې خوندي کړې. پملا زما د کار پۀ حواله فکر منده وه. هغې سره دا فکر ؤ چې هسې نۀ دومره ګرانه موضوع کښې تۀ پاتې رانۀ شې!!! ما وې،

    “خداے شته، زۀ هم دغه کار له راغلے يم.”

    د باچا خان پۀ حقله د هغې سره چې زما تفيصلي خبرې پۀ دغه هفته کښې وشوې نو د هغې فکر مندي اوس پۀ حېرانتيا کښې بدله شوې وه او هغې زما سره موجود د انګرېزۍ ټول نوټس واخستل. پروفېسر صاحب زما د کار نه ورو ورو مطمئن کېدو ته روان ؤ. وې ئې،

    “لطيف خان! تا خو کمال وکړو، پۀ رښتيا چې تا د خپلې خاورې حق ادا کړو.”

    د قصه خوانۍ د شهيدانو قصه چې ما څنګه ليکلې وه، هغۀ هم د بړټش ميوزيم نه اٰنلائن دغه باره کښې نوټس راخستي وو. د هغۀ حېرانتيا اوس ورو ورو پۀ خوشحالۍ بدلېده او د يو کال مسلسل محنت نه پس زما کار مکمل شوے ؤ. د ضروري دفتري کاروايۍ نه پس ما ته د ډېفنس تاريخ هم راکړے شو.

    پملا اوس زما نه زياته پۀ باچا خان او عدم تشدد پوهېده. هغې ته هم د دغه ورځې انتظار ؤ خو يو غم اخستې وه چې پروفېسر جان چې د لنډن پوهنتون نه د بېروني سپر وائزر پۀ توګه ستا ډېفنس له راغلے، داسې نۀ چې د برطانوي استعمار او کالونيزم دغه مقاله پۀ ذاتي تعصب رېجېکټ نۀ کړي. ليتابو زما کار او فراغت ته ډېر خوشحاله ؤ او چې کمرې ته به را دننه شو نو پۀ يو چغه به ئې “باچا خاني پکار ده” “باچا خاني پکار ده” اوازونه کول.

    پۀ اتۀ ويشتم نومبر دوه زره اتلسم زما د ډېفنس ورځ وه. زۀ چې هال ته ننوتم نو د نيم نه زيات هال د وړاندې نه ډک ؤ. ورو ورو هال پۀ ډکېدو شو. د خلکو د پوره کېدو نه پس ما خپله مقاله پېل کړه. د ګاندهي جي او باچا خان تقابله مو پۀ ساختياتي تشدد کښې شروع کړه. ما وې،

    “باچا خان د مستقيم تشدد نه زيات د ساختياتي تشدد مخالف ؤ. هغۀ د پښتنو پۀ ټولنه کښې د تپل شوي ساختياتي تشدد خلاف داسې جنګ وکړو چې خلک ئې د دغه ساختياتي تشدد نه رابهر کړل. د جنس، مذهب، کسب او نسب پۀ شکل کښې موجود دغه ساختياتي تشدد هغه پۀ دې بريالې کړو چې د يو لاکهـ خدائي خدمتګارو فوځ جوړ شي. جولا، نائي، ډم، شاخېل، چميار هغۀ د پښتونولۍ سره بيا وتړل او داسې خدائي خدمتګاران ئې ترې جوړکړل چې نۀ يواځې هغه خپل کار ته واپس شول بلکې د قام پۀ جنګ کښې خپل ليډر سره ودرېدل. بل اړخ ته د ساختياتي تشدد پۀ اړه د ګاندهي جي مبارزه کښې تشيا ښکاري. هندوان د بد ترين ساختياتي تشدد نه تېرېدل. د شودر، وېش، کهشتري او براهمڼ پۀ نوم وېش ؤ چې د ساختياتی تشدد بد ترين مثالونه وو. دې سلسله کښې د ګاندهي جي “هريجن اندولن” هم اصل کښې د 1932 کميونل اېوارډ ته رد عمل ؤ.”

    پۀ هر حال، زما مقاله پوره شوه. د سوال ځواب پۀ سيشن کښې پملا مخکښې چوکۍ کښې ناسته وه او مسلسل ئې نوکونه خوړل. انګرېز پروفېسر وې،

    “تۀ به دا خبره څنګه ثابته کړې چې ګاندهي جي د پاره عدم تشدد حکمت عملي وه او غفار خان د پاره عقيده؟”

    ما وې،

    “سر! غفار خان عدم تشدد عقيده ګڼله، هغۀ دا پوخ يقين لرلو چې “پۀ تشدد اخستلے شے پۀ تشدد ساتلے کېدے شي”.”

    پروفېسر جان ووې، Any proof Mr. Latif?

    ما وې،

    “سر! دوېم نړيوال لام کښې چې برطانوي دولت ګاندهي جي نه پۀ جنګ کښې د کومک غوښتنه وکړه نو ګاندهي جي ورته پۀ جنګ کښې د ملاتړ د پاره د ازادۍ پۀ شرط مرسته اعلان کړې وه خو دغه وخت غفار خان د کانګرس د مرکزي ورکنګ کمېټۍ غړے ؤ، هغۀ استعفٰي ورکړه او ګاندهي جي ته ئې وليکل، زۀ د داسې قام مشر يم چې پۀ تشدد ډېر پۀ اسانه ازادي اخستې شم، خو زۀ دا باور لرم چې کوم شے پۀ تشدد حاصل شي نو هغه بيا پۀ تشدد ساتلے شي. ستاسو د پاره به دا سياسي حکمت عملي وي خو زما د پاره عقيده ده او زۀ داسې ازادي نۀ غواړم چې د هغې قيمت د يو پېرنګي، جاپاني، هندي يا افغان وينه وي.

    هال کښې مکمله خاموشي شوه .

    پروفېسر جان د حوالې citation د کتلو نه پس ما ته مخ را واړولو او Well-done ئې راته ووې.

    ليتابو چې شا ته ناست ؤ، سوال ته پورته شو؛

    “زۀ پۀ دې خبره پوهه نۀ شوم چې د عدم تشدد دغه غټ مبارز تر دې وخته ولې خلکو هغه شان و نۀ پېژندو لکه څنګه ئې چې حق ؤ؟

    د سوال ختمولو سره هغه مسکے کښېناستو، ځکه چې هغه پۀ دې جواب پوهېدو، شايد د خلکو د پوهې د پاره ئې سوال وکړو. ما وې، د بړټش د استعمار نه پس مونږ پۀ يو بل استعمار کښې پاتې شو او بيا مو د انګرېز د جېلونو او پاکستاني جېلونو د تقابلي سلوک واله سلائيډونه پۀ سکرين د حوالو سره ښکاره کړل. د بابړې د واقعې سلائيډونو سره ټول هال پرېشانه او خفه شو او ما کتل چې مخامخ د بابړې ګمنامو شهيدانو راته مسکي مسکي کتل.

    د هال د لاسونو پړقا سره زۀ د خيال د نيلي نه راکوز شوم. دواړو پروفېسرانو راته وېلډن او مبارکي راکړه. ليتابو د شا ته نه پۀ چغو زما خوا ته روان شو او پۀ زوره زوره ئې وې،

    “لطيف خانه! باچا خاني پکاره ده!”

    پملا ما ته را تر غاړې وته. د هغې د سترګو نه دوه اوښکې د هغې پۀ تورو اننګو کښې غاړه غټۍ شوې،

    “مبارک دې وي ډاکټر لطيف! مبارک!”

    زۀ ژړغونے شوم. ليتابو کلک پۀ غېږ کښې ونيولم؛

    “رنګداره لطيف خانه! ژاړه مۀ! ژاړه مۀ!”

     

  • د اجمل خټک سياسي مبارزه – فېروز خان صادق

    ارواښاد محمد اجمل خټک د پښتو علم، ادب او پښتون قام پرست سياست پۀ حواله يو معتبر او قداور نوم دے چې د خپل وخت پۀ سياسي مشرانو کښې ئې ممتاز او منفرد مقام حاصل کړے ؤ. کۀ څۀ هم د اجمل خټک بابا پېژندګلوي د يو استاد، شاعر، اديب، دانشور او عالم فاضل پۀ توګه شوې ده نو د دې سره د اجمل خټک د ژوند يو بل او ډېر اهم اړخ د سياست هم دے خو د دۀ د سياست مېدان د نورو سياستمدارانو څخه لږ جدا او ځانګړے حېثيت لري چې فلسفه ئې پۀ دې لاندينو ذکر شوو اصولو اډاڼه ده:

    غټان غټان، نيکان نيکان پېدا دي

    دوي خو لۀ ځايه جنتيان پېدا دي

    ځئ چې هغې خوارو لۀ جنت وګټو

    څوک چې د موره دوزخيان پېدا دي

    دا هغه سپېځلي اصول دي چې د طبقاتي شعور پۀ رڼا کښې وضع شوي دي او د نورو ګڼ شمېر ځيرک سياست مدارانو تر څنګ ارواښاد اجمل خټک هم خپل کړي دي. پۀ سياست کښې د اجمل خټک راتګ د سکول د وخت نه وشو ځکه چې دا هغه وخت ؤ چې د برصغير پۀ مقدسه خاوره پېرنګي سامراج قبضه کړې وه او د دې وطن د اولس ټول ائيني او بنيادي حقونه ئې تروړلي وو. چې کله د دوي د زور ظلم سلسله انتها ته ورسېده نو پۀ دغه وخت کښې يو تحريک شروع شو چې نوم ئې ورته “هندوستان پريږدئ” تحريک غوره کړے ؤ. اجمل خټک د خدائي خدمتګار تحريک سره بدرګه دغه مومنټ کښې برخه واخسته. اجمل خټک هم يو خود دار او پۀ ازادۍ مئين انسان ؤ نو پۀ دغه تحريک کښې ئې باقاعده برخه واخسته چې لۀ امله ئې د دۀ تعليم هم نيمګړے پاتې شو خو بيا وروستو ئې د پنجاب پوهنتون څخه د پښتو انرز، منشي فاضل او اديب فاضل امتحانونه پۀ امتيازي حېثيت پاس کړل. وروستو ئې د اېم اے فارسي ډګري هم واخسته. د پېشې پۀ لحاظ سره پۀ سکول کښې د استاذ پۀ توګه څۀ موده وظيفه تر سره کړه خو پېرنګي حکومت د دۀ پۀ سياسي هلو ځلو او د ازادۍ پۀ غورځنګ کښې موثر کردار پۀ نظر کښې ساتلو چې لۀ امله ئې د نوکرۍ څخه وويستے شو او بيا ئې ونيولو. ورسره سرکار د دۀ کتابتون هم د ځان سره يوړو او ټول کتابونه ئې ضبط کړے شو. هر کله چې د جېل نه را خوشے کړے شو نو د فخر افغان خان عبدالغفار خان بابا تحريک “خدائي خدمتګاري” ښۀ پۀ جوبن کښې ؤ. اجمل خټک هم د دې تحريک تر سيوري لاندې باقاعده هلو ځلو کښې برخه اخستل شروع کړل او د باچا خان د يو وفادار او جانثار سپاهي پۀ توګه ئې د خدمت سلسله شروع کړه. د خدائي خدمتګارو پۀ غونډو او جلسو کښې به ئې تقريرونه هم کول او انقلابي شعرونه به ئې هم اورول چې د برصغير پۀ استوګنو کښې ئې د ازادۍ جذبه را ولړزوله او بيا د پښتون قام د پاره د يو رهنما او مسيحا پۀ توګه دۀ خپل شناخت پېدا کړو.

    پۀ کال نولس سوه يو کم پنځوسم کښې ئې د “عدل” نومې مجلې د مدير پۀ حېث کار شروع کړو چې پۀ کښې به د نورو ليکوالو تر څنګ د اجمل خټک سياسي مضمونونه او انقلابي شعرونه هم خپرېدل او دغسې د برصغير د محکوم اولس پۀ زړونو کښې ئې د ازادۍ تحريک را بېدارولو. وروستو ئې پۀ “بانګ حرم”، “انجام”، “شهباز” او نورو اخبارونوکښې هم د مدير، کالم نګار او خبريال پۀ توګه وظيفه تر سره کړه خو د دۀ د هر ليک او تخليق مقصد او مدعا د محکوم اولس ازادي او خپلواکي وه. پۀ مختلفو اخبارونو کښې به ئې سياسي کالمونه هم ليکل چې اوس ئې بعضې کالمونه پۀ کتابي شکل کښې موجود دي او د نن دور هره طبقه ترې استفاده کوي. بيا د اجمل خټک د سياسي جلسو د رودادونو يو کتاب هم چاپ شوے دے چې پۀ کښې ئې د سياسي جلسو پۀ وخت د تقريرونو او نظمونو پنګه خوندي کړې ده. دا کتاب “لا به يو کېږو ګنې ورکېږو” پۀ نوم چاپ شوے دے.

    اجمل خټک پۀ يو وخت کښې ليکوال، سياست پال او قام پرست سوچ لرونکے مبارز ؤ. پۀ دغه حواله وائي، زما ژوند د خوشحال بابا د محبت، د باچا خان د تربيت او د ترقي پسند ادبي تحريک د رفاقت نه عبارت دے. ځکه چې اجمل خټک د باچا خان پۀ تربيت کښې سياسي شعور موندلے ؤ. د خدائي خدمتګارۍ تحريک نه پس چې کله د نېشنل ګوند بنسټ کېښودے شو نو پۀ دې کښـې هم اجمل خټک ډېر موثر رول لوبولو او د پښتنو د حقونو د پاره ئې نۀ ستړې کېدونکې مبارزه وکړه. د دې مبارزې قيمت هغۀ د مختلفو ملازمتونو نه د فارغېدو، د سياسي ژوند مشکلاتو او شاوخوا د يوولس کاله قېد صورت کښې ورکړو.

    عن تر دې چې هر کله پۀ کال 1974 کښې د لياقت باغ راولپېنډۍ واقعه را پېښه شوه نو اجمل خټک ګاونډي هېواد افغانستان ته پۀ جلا وطنۍ مجبور کړے شو چې تر پينځلسو کالونو پورې ئې پۀ افغانستان کښې د جلا وطنۍ تېرولو نه پس پۀ کال 1989 کښې بېرته وطن ته راغلو او د عوامي نېشنل پارټۍ د بېرغ لاندې ئې پۀ عملي سياست کښې برخه واخسته او بيا پۀ ټولټاکنو کښې د قامي اسمبلۍ ممبر پۀ واضحه اکثريت سره غوره کړے شو چې پۀ ډېرو مؤثر طور سره ئې د خپلې عهدې پاسداري وکړه او د خپل قام ترجماني ئې پۀ ډېره غوره طريقه سره وکړه.

    هغه دوه ځله د قامي اسمبلي رکن منتخب کېدو نه پس د خپل ګوند عوامي نېشنل پارټۍ لۀ خوا د سېنټ غړے هم منتخب کړے شو او پۀ دې دوران کښې ئې پۀ هر مېدان د پښتون قام د حق د پاره اواز پورته کړو. هغه دوه ځله پرله پسې د عوامي نېشنل پارټۍ مرکزي صدر منتخب شوے ؤ. د جنرل مشرف پۀ دور کښې د هغۀ څۀ وخت د پاره د خپل ګوند سره اختلافات پېدا هم شوي وو خو څۀ موده پس بېرته د روغې جوړې پۀ ذريعه خپل ګوند ته راغلو. د اے اين پي د منظم کولو د پاره ئې د صوبې د مختلفو سيمو دورې وکړې چې ګټورې نتيجې ئې مخې ته راغلې او پۀ ټوله صوبه کښې د اے اين پي پوزيشن بهتر شو چې پۀ ټولټاکنو کښې ئې ښۀ اثر پرېوتو او د مختلفو علاقو نه ئې پۀ قامي او صوبائي اسمبليو کښې ممبران وټاکلے شو. وروستو بيا د عوامي نېشنل پارټۍ پۀ تاريخ کښې اول ځل د نورو ګوندونو سره پۀ ګډه حکومت جوړ شو او يو وخت داسې هم راغلو چې پۀ صوبه کښې عوامي نېشنل پارتۍ تر ټولو زياتې څوکۍ ترلاسه کړې چې پۀ نتيجه کښې د دې ګوند صوبائي حکومت جوړ شو. پۀ دغه دور کښې د سختو مشکلاتو باوجود يو شمېر ترقياتي منصوبې شروع کړې شوې چې زياتې هم پۀ دغو پينځو کلونو کښې سر ته ورسولې شوې.

    اجمل خټک پۀ خپل فکر او خپل شعري استعداد د قام پرستو يو پوره نسل روزلے او تربيت کړے ؤ. پۀ افغانستان کښې د هغۀ پينځلس کاله موجودګۍ د لر او بر افغان تصور ته نوې معنې او پوخ بنياد ورکړے ؤ. د اجمل خټک شخصيت د عوامي نېشنل پارټۍ دننه د مېرټ د يو ثبوت پۀ طور پېش کولے شو. اجمل خټک د يوې متوسط کورنۍ سره تعلق لرلو او هغه د يو عام ورکر نه د پارټۍ د مرکزي صدارت پورې سفر کړے ؤ. هغۀ د غدارۍ نه علاوه پۀ لمن بل کوم داغ نۀ لرلو او د يو سپين سپېځلي سياست مدار، پارلېمنټېرين او سېنېټر پۀ توګه د تاريخ برخه ګرځېدلے دے. کله چې هغه وفات شو، هغه وخت دې صوبه کښې د عوامي نېشنل پارټۍ حکومت ؤ. د خېبر پښتونخوا وزير اعليٰ امير حېدر خان هوتي او د پارټۍ صوبائي او مرکزي مشران د اجمل خټک پۀ جنازه کښې حاضر وو.

    اجمل خټک د باچا خان بابا ارمان پۀ يو شعر کښې داسې تصوير کړے ؤ چې:

    زما د لوے کور نغرے دې جوړ شي
    خېر دے کۀ پاتې زما څلے نۀ شي

    د پښتانۀ د امن او د پښتنو د ژوند دښمنانو بيا د اجمل خټک پۀ قبر هم حمله وکړه – دا يو ډېر غلط تصور دے چې د اجمل خټک پۀ قبر حمله کوونکي د عوامي نېشنل پارټۍ دښمنان دي – کۀ داسې وي نو د عوامي نېشنل پارټۍ پۀ سر د اجمل خټک قبر ړنګول خو سمجهـ کښې راځي، دغه خلکو خو د رحمان بابا غوندې د ملنګانو او د حمزه شينواري غوندې د مسلم ليګي قبرونه هم نۀ وو پرېښودي.

    دې نه ثابتېږي چې د دغه خلکو دښمني د عوامي نېشنل پارټۍ سره نۀ بلکې د پښتون قام سره وه او ده. دې نه ثابتېږي چې د باچا خان، ولي خان، اجمل خټک او د عوامي نېشنل پارټۍ سياست د دې خاوره د دښمنانو خلاف د عدم تشدد سياسي پارلېماني جنګ دے. اجمل خټک نن هم د خپلو کتابونو “د غېرت چغه” او “دا زۀ پاګل وم” پۀ شکل کښې دغه جنګ ته ولاړ دے.

    ارواښاد محمد اجمل خټک د پښتو علم، ادب او پښتون قام پرست سياست پۀ حواله يو معتبر او قداور نوم دے چې د خپل وخت پۀ سياسي مشرانو کښې ئې ممتاز او منفرد مقام حاصل کړے ؤ. کۀ څۀ هم د اجمل خټک بابا پېژندګلوي د يو استاد، شاعر، اديب، دانشور او عالم فاضل پۀ توګه شوې ده نو د دې سره د اجمل خټک د ژوند يو بل او ډېر اهم اړخ د سياست هم دے خو د دۀ د سياست مېدان د نورو سياستمدارانو څخه لږ جدا او ځانګړے حېثيت لري چې فلسفه ئې پۀ دې لاندينو ذکر شوو اصولو اډاڼه ده:

    غټان غټان، نيکان نيکان پېدا دي

    دوي خو لۀ ځايه جنتيان پېدا دي

    ځئ چې هغې خوارو لۀ جنت وګټو

    څوک چې د موره دوزخيان پېدا دي

    دا هغه سپېځلي اصول دي چې د طبقاتي شعور پۀ رڼا کښې وضع شوي دي او د نورو ګڼ شمېر ځيرک سياست مدارانو تر څنګ ارواښاد اجمل خټک هم خپل کړي دي. پۀ سياست کښې د اجمل خټک راتګ د سکول د وخت نه وشو ځکه چې دا هغه وخت ؤ چې د برصغير پۀ مقدسه خاوره پېرنګي سامراج قبضه کړې وه او د دې وطن د اولس ټول ائيني او بنيادي حقونه ئې تروړلي وو. چې کله د دوي د زور ظلم سلسله انتها ته ورسېده نو پۀ دغه وخت کښې يو تحريک شروع شو چې نوم ئې ورته “هندوستان پريږدئ” تحريک غوره کړے ؤ. اجمل خټک د خدائي خدمتګار تحريک سره بدرګه دغه مومنټ کښې برخه واخسته. اجمل خټک هم يو خود دار او پۀ ازادۍ مئين انسان ؤ نو پۀ دغه تحريک کښې ئې باقاعده برخه واخسته چې لۀ امله ئې د دۀ تعليم هم نيمګړے پاتې شو خو بيا وروستو ئې د پنجاب پوهنتون څخه د پښتو انرز، منشي فاضل او اديب فاضل امتحانونه پۀ امتيازي حېثيت پاس کړل. وروستو ئې د اېم اے فارسي ډګري هم واخسته. د پېشې پۀ لحاظ سره پۀ سکول کښې د استاذ پۀ توګه څۀ موده وظيفه تر سره کړه خو پېرنګي حکومت د دۀ پۀ سياسي هلو ځلو او د ازادۍ پۀ غورځنګ کښې موثر کردار پۀ نظر کښې ساتلو چې لۀ امله ئې د نوکرۍ څخه وويستے شو او بيا ئې ونيولو. ورسره سرکار د دۀ کتابتون هم د ځان سره يوړو او ټول کتابونه ئې ضبط کړے شو. هر کله چې د جېل نه را خوشے کړے شو نو د فخر افغان خان عبدالغفار خان بابا تحريک “خدائي خدمتګاري” ښۀ پۀ جوبن کښې ؤ. اجمل خټک هم د دې تحريک تر سيوري لاندې باقاعده هلو ځلو کښې برخه اخستل شروع کړل او د باچا خان د يو وفادار او جانثار سپاهي پۀ توګه ئې د خدمت سلسله شروع کړه. د خدائي خدمتګارو پۀ غونډو او جلسو کښې به ئې تقريرونه هم کول او انقلابي شعرونه به ئې هم اورول چې د برصغير پۀ استوګنو کښې ئې د ازادۍ جذبه را ولړزوله او بيا د پښتون قام د پاره د يو رهنما او مسيحا پۀ توګه دۀ خپل شناخت پېدا کړو.

    پۀ کال نولس سوه يو کم پنځوسم کښې ئې د “عدل” نومې مجلې د مدير پۀ حېث کار شروع کړو چې پۀ کښې به د نورو ليکوالو تر څنګ د اجمل خټک سياسي مضمونونه او انقلابي شعرونه هم خپرېدل او دغسې د برصغير د محکوم اولس پۀ زړونو کښې ئې د ازادۍ تحريک را بېدارولو. وروستو ئې پۀ “بانګ حرم”، “انجام”، “شهباز” او نورو اخبارونوکښې هم د مدير، کالم نګار او خبريال پۀ توګه وظيفه تر سره کړه خو د دۀ د هر ليک او تخليق مقصد او مدعا د محکوم اولس ازادي او خپلواکي وه. پۀ مختلفو اخبارونو کښې به ئې سياسي کالمونه هم ليکل چې اوس ئې بعضې کالمونه پۀ کتابي شکل کښې موجود دي او د نن دور هره طبقه ترې استفاده کوي. بيا د اجمل خټک د سياسي جلسو د رودادونو يو کتاب هم چاپ شوے دے چې پۀ کښې ئې د سياسي جلسو پۀ وخت د تقريرونو او نظمونو پنګه خوندي کړې ده. دا کتاب “لا به يو کېږو ګنې ورکېږو” پۀ نوم چاپ شوے دے.

    اجمل خټک پۀ يو وخت کښې ليکوال، سياست پال او قام پرست سوچ لرونکے مبارز ؤ. پۀ دغه حواله وائي، زما ژوند د خوشحال بابا د محبت، د باچا خان د تربيت او د ترقي پسند ادبي تحريک د رفاقت نه عبارت دے. ځکه چې اجمل خټک د باچا خان پۀ تربيت کښې سياسي شعور موندلے ؤ. د خدائي خدمتګارۍ تحريک نه پس چې کله د نېشنل ګوند بنسټ کېښودے شو نو پۀ دې کښـې هم اجمل خټک ډېر موثر رول لوبولو او د پښتنو د حقونو د پاره ئې نۀ ستړې کېدونکې مبارزه وکړه. د دې مبارزې قيمت هغۀ د مختلفو ملازمتونو نه د فارغېدو، د سياسي ژوند مشکلاتو او شاوخوا د يوولس کاله قېد صورت کښې ورکړو.

    عن تر دې چې هر کله پۀ کال 1974 کښې د لياقت باغ راولپېنډۍ واقعه را پېښه شوه نو اجمل خټک ګاونډي هېواد افغانستان ته پۀ جلا وطنۍ مجبور کړے شو چې تر پينځلسو کالونو پورې ئې پۀ افغانستان کښې د جلا وطنۍ تېرولو نه پس پۀ کال 1989 کښې بېرته وطن ته راغلو او د عوامي نېشنل پارټۍ د بېرغ لاندې ئې پۀ عملي سياست کښې برخه واخسته او بيا پۀ ټولټاکنو کښې د قامي اسمبلۍ ممبر پۀ واضحه اکثريت سره غوره کړے شو چې پۀ ډېرو مؤثر طور سره ئې د خپلې عهدې پاسداري وکړه او د خپل قام ترجماني ئې پۀ ډېره غوره طريقه سره وکړه.

    هغه دوه ځله د قامي اسمبلي رکن منتخب کېدو نه پس د خپل ګوند عوامي نېشنل پارټۍ لۀ خوا د سېنټ غړے هم منتخب کړے شو او پۀ دې دوران کښې ئې پۀ هر مېدان د پښتون قام د حق د پاره اواز پورته کړو. هغه دوه ځله پرله پسې د عوامي نېشنل پارټۍ مرکزي صدر منتخب شوے ؤ. د جنرل مشرف پۀ دور کښې د هغۀ څۀ وخت د پاره د خپل ګوند سره اختلافات پېدا هم شوي وو خو څۀ موده پس بېرته د روغې جوړې پۀ ذريعه خپل ګوند ته راغلو. د اے اين پي د منظم کولو د پاره ئې د صوبې د مختلفو سيمو دورې وکړې چې ګټورې نتيجې ئې مخې ته راغلې او پۀ ټوله صوبه کښې د اے اين پي پوزيشن بهتر شو چې پۀ ټولټاکنو کښې ئې ښۀ اثر پرېوتو او د مختلفو علاقو نه ئې پۀ قامي او صوبائي اسمبليو کښې ممبران وټاکلے شو. وروستو بيا د عوامي نېشنل پارټۍ پۀ تاريخ کښې اول ځل د نورو ګوندونو سره پۀ ګډه حکومت جوړ شو او يو وخت داسې هم راغلو چې پۀ صوبه کښې عوامي نېشنل پارتۍ تر ټولو زياتې څوکۍ ترلاسه کړې چې پۀ نتيجه کښې د دې ګوند صوبائي حکومت جوړ شو. پۀ دغه دور کښې د سختو مشکلاتو باوجود يو شمېر ترقياتي منصوبې شروع کړې شوې چې زياتې هم پۀ دغو پينځو کلونو کښې سر ته ورسولې شوې.

    اجمل خټک پۀ خپل فکر او خپل شعري استعداد د قام پرستو يو پوره نسل روزلے او تربيت کړے ؤ. پۀ افغانستان کښې د هغۀ پينځلس کاله موجودګۍ د لر او بر افغان تصور ته نوې معنې او پوخ بنياد ورکړے ؤ. د اجمل خټک شخصيت د عوامي نېشنل پارټۍ دننه د مېرټ د يو ثبوت پۀ طور پېش کولے شو. اجمل خټک د يوې متوسط کورنۍ سره تعلق لرلو او هغه د يو عام ورکر نه د پارټۍ د مرکزي صدارت پورې سفر کړے ؤ. هغۀ د غدارۍ نه علاوه پۀ لمن بل کوم داغ نۀ لرلو او د يو سپين سپېځلي سياست مدار، پارلېمنټېرين او سېنېټر پۀ توګه د تاريخ برخه ګرځېدلے دے. کله چې هغه وفات شو، هغه وخت دې صوبه کښې د عوامي نېشنل پارټۍ حکومت ؤ. د خېبر پښتونخوا وزير اعليٰ امير حېدر خان هوتي او د پارټۍ صوبائي او مرکزي مشران د اجمل خټک پۀ جنازه کښې حاضر وو.

    اجمل خټک د باچا خان بابا ارمان پۀ يو شعر کښې داسې تصوير کړے ؤ چې:

    زما د لوے کور نغرے دې جوړ شي
    خېر دے کۀ پاتې زما څلے نۀ شي

    د پښتانۀ د امن او د پښتنو د ژوند دښمنانو بيا د اجمل خټک پۀ قبر هم حمله وکړه – دا يو ډېر غلط تصور دے چې د اجمل خټک پۀ قبر حمله کوونکي د عوامي نېشنل پارټۍ دښمنان دي – کۀ داسې وي نو د عوامي نېشنل پارټۍ پۀ سر د اجمل خټک قبر ړنګول خو سمجهـ کښې راځي، دغه خلکو خو د رحمان بابا غوندې د ملنګانو او د حمزه شينواري غوندې د مسلم ليګي قبرونه هم نۀ وو پرېښودي.

    دې نه ثابتېږي چې د دغه خلکو دښمني د عوامي نېشنل پارټۍ سره نۀ بلکې د پښتون قام سره وه او ده. دې نه ثابتېږي چې د باچا خان، ولي خان، اجمل خټک او د عوامي نېشنل پارټۍ سياست د دې خاوره د دښمنانو خلاف د عدم تشدد سياسي پارلېماني جنګ دے. اجمل خټک نن هم د خپلو کتابونو “د غېرت چغه” او “دا زۀ پاګل وم” پۀ شکل کښې دغه جنګ ته ولاړ دے.

     

  • جهاد، هجرت، پښتانۀ او “مکالمه” – “پښتون”

    پۀ ټولنيزو رسنيو (Facebook) دا ډول بحثونه هره ورځ کېږي او ښۀ پرېوانه کېږي. د دې بحثونو څارل، لوستل، بيا برخه پۀ کښې اخستل دومره اوږد کار دے چې څليريشت ګېنټې ورځ ورته لږه ښکاري – دې خبرې نه سترګې نۀ شو پټولې چې دا بحثونه روانو ډېرو سنجيده او پېچلوحالاتو ته زمونږ د اجتماعي ردعمل او رويې څرګندونه کوي. دې کښې د څو استثناګانو نه يو اړخ ته، زياتره کومه ډائسپوره چې ده، ردعملونه او رويې ئې د اندېښمن کېدو وړ وي. دې بحثونو کښې دوه خبرې ډېرې زر سر ته را وخېژي – يوه دا چې هر چا سره د خپلې هغې خبرې ځواب وي چې پۀ تپوس ئې نور ډتوي! دوېمه دا چې پۀ يو وخت دوه متضادې بيانيې پۀ مخه وړي او جبر دا چې دواړو د پاره جوازهم وړاندې کوي! درېمه دا چې بېخي “Escapistan” کښې ښکېل دي، بس خو ذمه واري پۀ بل ور اړول او ځاے پرېښودل دي!!! دوي دا هنر لري چې څنګه فکري موضوعات د غېرت بې غېرتۍ، تشدد او عدم تشدد، “نېشنلسټ” او “نېشنلي” پۀ لفظياتو کښې واړوي را واړوي – دغه ډاکټر فوزيه “پشتين” او عثمان ګل “پشتون” )دا اصل کښې د هغه تحريکي معنې “پشتين”/”پشتون” نۀ دي، د پاپولرزم غېر سنجيده سودا ده( د يو ذهنيت دوه جنسونه دي؛ اعصاب کښې ئې “کرونا” وائرس دے.

    مونږ دغه مکالمه خوند د پاره نۀ راخلو – غواړو چې لوستونکي د ذهنيتونو، تضادونو او تأويلونو پۀ سيوري کښې د “هجرت” چې اصل کښې پناه يعني Assylum سره تعبيرېږي، رنګا رنګي د کاغذ پۀ مخ ولولي.

    عثمان ګل پښتون: ډاکټر فوزيه وائي چې “مونږ پښتانۀ دې اوس نړيوالو قوتونو ته ووايو چې مونږ د اسلام پۀ نامه جهاد کړے ؤ ستاسو پۀ خوښه – د اسلام يو بل پوائنټ هم دغه شان دے چې پۀ کوم ځاے کښې درباندې دښمن زورور وي، ژوند دې پۀ خطر کښې وي نو هلته نه هجرت وکړئ.

    پښتانۀ دې نور ظلم جبر پۀ ځان نۀ برداشت کوي، دوي دې هجرت وکړي. د افغانستان پۀ لار دې روس او بيا داسې مخکښې امريکې او يورپ ته هجرت وکړي. بېن الاقوامي قانون هم دوي ته اجازت ورکوي. سرحدونه به ورته خلاص شي. نړۍ ته دې ووائي چې مونږ جنګ نۀ کوو، مونږ امن غواړو او دوي مونږ پۀ امن ژوند ته نۀ پرېږدي. دوي غواړي چې مونږ جنګ وکړو خو مونږ جنګ نۀ شو کولے، هجرت کوو.”

    زۀ خو ئې دې تجويز سره اتفاق کوم، کۀ تاسو اتفاق کوئ نو دا پوسټ ثواب لپاره لسو ګروپونو کښې شئير کړئ!

    باز الميار: هجرت د کمزورو خلکو کار دے، مونږ کمزوري خلک نۀ یو. مونږ جنګ نۀ کوو! بس نۀ ئې کوو، خبره ختمه!!! او تۀ پۀ حېث د بهګت سنګهـ[1] څنګه دومره زر متفق شوې؟ او ډاکټره ترور دي هم کمال ده، چې کله قران سوزوي او کله د اسلام حوالې ورکوي!!! ډاکټرې ته دې ووایه چې سمساره یې غوړې! مونږ به نۀ غلطوې!!! تر تا لویې سمسارې دلته پر ورځني بنیاد لګیا اوسي او هم داسې مونږ پۀ سیاسي توګه د هپنوټائز (Hypnotize) کولو کوشش کوي خو مونږ نۀ هپنوټائز کېږو، ځکه چې مونږ پوهېږو چې جنګ او مقدمه پۀ مېدانِ جنګ کښې کېږي.

    تاسو دواړو ته وي اٰر سوري!!! ستاسو ئې څۀ؟ تاسو خو هسې هم د “ډائسپورا (Daispora) بهګت سنګهان یاست؛ مونږ لۀ خپل وطن ګل وطن سره کومه داسې رشته نۀ لرو چې پۀ روپۍ ګټلو او شخصي ازادۍ انجواے کولو پسې ئې پرېږدو – چې ټول پښتون هم مهاجر شي، زۀ او زما کورنۍ به هم دلته اوسو!!! کۀ د نړۍ هر سهولت رانه قطع شي خو د خپلې خاورې هغه خوږ بوي چې لۀ بارانه پس را پورته کېږي، به پرې نۀ ږدم! ستاسو د دې کمزوري او بهګوړا موقف هېڅ مرسته نۀ شم کولې. مننه!

    حميد وزيري: هجرت کۀ د کمزورو خلکو کار وي نو زۀ یوه پوښتنه کوم؟

    باز الميار: و ئې کړه!

    وقاص ايسپزے: دا څومره شوده سړے دے!!! د پنجابي قبضه نوره اسانوي!!! مونږ وایو چې کوم پۀ کراچۍ او لاهور کښې اباد دي، هغوي دې واپس راشي، دے هغه شته هجرت ته پاروي!!!

    باز الميار: نۀ پوهېږم چې دوي د چا لپاره لګیا دي؟ خو پر دا فوزیه زۀ مخکښې بدګمانه وم، اوس یقیني شوم.

    وقاص ايسپزيه! د پنجابي لپاره خېراتي!!!

    وقاص ايسپزے: هو یاره! هغه هم بغېر أجرتهBottom of Form.

    احمد اريا نسب: والله افرین پۀ دي پاخۀ فکر باندې!!! دښمن غواړي هم دا چې ته وطن ور پریږدي. بېن الملیانو کۀ چا ته وطنونه ورګټلے، فلسطینیانو ته به ئې ورګټلے ؤ.

    قېصر اپريدے: دا سړے پۀ بېن السطور کښې د عدم تشدد پۀ نظریه طنز کوي. مطلب ئې دا دے چې یا به جنګ کوو یا بیا هجرت پکار دے؛ خو پوهه ئې ناقصه ده – دے د جنګ پۀ باره کښې هماغه د تورې او ټوپک ذهن لري، حالانکې پُر امنه سیاسي جدوجهد هم د جنګ او مقابلې نوم دے؛ د نوي وخت د جنګ انداز دغه دے، ځکه مونږ اوس هم د جنګ پۀ حالت کښې یو، نۀ تښتېدلي یو نۀ به وتښتو او نۀ د دې سړي د “شکسته اډیالوژۍ” سره همغږي یو.

    باز الميار: قربان دادکه!

    عثمان ګل پښتون: عدم تشدد!!! هاهاها!!! عدم تشدد څۀ شے دے؟ پښتانۀ او عدم تشدد؟ د خندا نه دې مړ کړم. عدم تشدد کۀ د جنګ نۀ کولو نامه وي، بیا خو سمه ده؛ خو د عدم تشدد معنٰي دا وي چې کوم انسان کۀ د هر رنګ نسل جنس سره ئې تعلق وي، د انسانیت پۀ نظر ورته وکتل شي؛ نو دا عدم تشدد دے. خو کۀ پۀ کور کښې خپله ښځه او بچي وېروم، د نصیحت پۀ نامه ئې قېدیان ساتم، ذهني جسماني تشدد خپل پلرنے پښتو حق ګڼم، د ورور عزیز سره پۀ پوله پټي جنګ کوم؛ دا زما پښتو وي، د ګاونډي سره پۀ یو لوېشت ځاے جنګ کوم، دا زما نرتوب وي، پۀ روژه کښې د روژه ماتي پۀ وخت د بل سر ماتوم، دا غېرت وي، ټوپک تمانچه ګرځوم، دا د پښتون زېور ګڼم – او بیا چې سیاسي مېدان کښې باچا خان مرکز کښې ودرېږم، د عدم تشدد خبرې کوم، دا زما سیاست وي!!! خو کۀ د ملا پۀ وېنا ټوپک راخلم، جهاد کوم، انسانان وژنم؛ دا سمه ده، اسلامي فریضه ده – خو کۀ څوک د هجرت خبره کوي دا بیا طنز شو؟

    باز الميار: نو تۀ بیا لۀ کومه د قام او سیاست ډائسپورین اولف کېرو شوې چې لګیا یې او دلته پښتانۀ فکس کوې؟ دا چې کور ښځه لور او زوے وېروي، د ټولو داخلي او خارجي جنګو برخه خو هم دا خلک دي؛ دا د تشدد والا هم دغه خلک دي د عدم تشدد پېروکار، خو ما کله هم داسې څوک نۀ دي لیدلي چې هغه دې کور څوک وېروي.

    عثمان ګل پښتون: چپ شه! توبه وباسه! ګنهګار به شې! پښتانۀ چې پۀ بچیانو او ښځه تشدد و نۀ کړي، د دوي پښتو کچه کېږي. وائي چې داسې نۀ کوې، بیا ماشومان خرابېږي.

    باز الميار: هغه د تشدد والا پښتانۀ دي، ستا همفکران!

    عثمان ګل پښتون: تشدد والا او عدم تشدد والا ټول پښتانۀ ئې وینزې او خپل ملکیت ئې ګڼي، دا پښتو ده.

    باز الميار: دا ستا خیال کېدے شي، ځکه چې لبرل سپږې خوړلی یې! زما پښتانۀ پۀ خپل جوړښت کښې ډېر بهترین ژوند کوي، ټول بهرنیو جوړښتونو خراب کړي دي.

    قېصر اپريدے: څومره ګمراهۍ دې چې بیان کړې، دا د عدم تشدد پۀ کهاته کښې ولې اچوې؟ عدم تشدد خو مونږ د دې ټولو ګمراهیو علاج ګڼو! کۀ څوک د عدم تشدد برعکس د دې ټولو عېبونو ښکار وي نو دا د نظریې عېب خو نۀ دے، د خلقو د خپل هوس او جهالت عېب دے! زما پۀ خیال ستا د پوسټ پۀ تشریح کښې ما ستا د نفسیاتو سهي اړخ را ټینګ کړو، ځکه دې ردعمل شدید ؤ؛ مګر بالواسطه دې خپل تردید پۀ خپله وکړو. والله ما ته پۀ تا پورې خندا راغله.

    عثمان ګل پښتون: بحث به کوو، زړۀ به سره نۀ بدوو. تا ته خندا درځي او کۀ ژړا درځي، خو دا خو حقیقت دے چې عدم تشدد بې غېرتي ده او زۀ دعويٰ کولې شم چې زۀ دغه بې غېرتي کوم، ما ته پۀ دې بې غېرتۍ فخر دے؛ تۀ ئې نۀ شې کولے، ځکه چې تۀ یو ډېر دروند پښتون یې. عدم تشدد د پاره به دغه پښتونولي غېرت وژنې او تۀ ئې نۀ شې وژلے؛ ما وژلے دے.

    قېصر اپريدے: تا خو فېصله وکړه! خبره دلیل ته هډو پاتې نۀ شوه! ستا فېصله مې منظوره ده، تا دې خداے تل غېرت مند لري خو دلته د غېرت د فلسفې. جوړ څۀ دے؟

    خبره باید د علم او جهالت پۀ بنیاد وشي؛ د جهالت د پاره د تاریخ د تسلسل نه د پښتنو ذمه داره د ریاستونو اډیالوژي ده – اوس د دې مخالفې اډیالوژي سره به مقابله کوو کۀ هجرت ته به ځان جوړوو؟او دا هم چې د ایډیالوژي سره به پۀ اډیالوژي جنګېږو کۀ پۀ ټوپک؟ کله چې پۀ ټوپک جنګ وشي او مونږ ماتې وخورو نو هجرت خو به هله کوو!!! نو مونږ خو پۀ ټوپک نۀ یو جنګېدلي، بیا د هجرت کولو ستا د ترغیب جواز څۀ دے او مطلب ئې څۀ دے؟

    عثمان ګل پښتون: اوس لار تا راغلې!!! ما دا وئیلي چې ډاکټر فوزیه دا تجویز وړاندې کړے چې پښتانۀ دې هجرت وکړی، سنت طریقه ده – ستا متفق کېدل ضروری نۀ دي. هغې تجویز وړاندې کړے، زۀ ورسره متفق یم. د پښتنو د ښۀ سباوون د پاره کۀ دا وشي. دا پۀ تاریخ کښې مخکښې هم شوي دي او دا ترغیب نۀ دے، تجویز دے – ستا کۀ نۀ وي خوښه، مۀ ئې کوه! خو تا بېن السطور زۀ مورد الزام وګرځولم چې زۀ عدم تشدد پورې خندا کوم. تۀ به ئې پۀ تش نعره د عدم تشدد مئین یې او زۀ ورباندې پرېکټیکل عمل کوم.

    قېصر اپريدے: د بې منطقه تجویز سره تۀ متفق ښۀ یې، ستا خبره سمه ده، زما متفق کېدل ورسره ضروري نۀ دي، زۀ د خپلې خاورې امانت یم، خپل وجود به خپلې خاورې ته واپس ورکوم.

    عثمان ګل پښتون: کراچۍ ته دې هجرت کړے دے، ډوزې مۀ ووله! ما اول کراچۍ ته پلار سره هجرت کړے ؤ، بیا مې عربو ته هجرت وکړو؛ د خپلې خاورې بوي راباندې هم خوږ لګي، ځکه چې دغه خاوره مو وړوکوالي کښې خوړلې ده.

    قېصر اپريدے: زۀ اوس هم دعويٰ کوم چې پۀ پښتنه خاوره د خپل ملکیت خاوند یم – هجرت او مسافري دوه جدا نومونه دي. د بې منطقه لیکنې منفي اړخ دا وي چې هر سړے د خپلې خوښې الفاظو ته د خپلې خوښې معنې ورکوي، څنګه چې دې زما سنجیده خبرو ته د ډوزو لفظ استعمال کړو.

    عثمان ګل پښتون: خداے دې وشرموه نو مونږ جهاد کړے ؤ، نو اوس به هجرت وکړو کنه ثواب د پاره.

    عبدالخالق ناصر: عثماني ګله! قونصلېټ شریف ته ورغلې کۀ نۀ؟

    باز الميار: تۀ خو پۀ اېډوانس کښې تللے یې، ستا او ستا د دې ترور ئې پرې څۀ؟

    عثمان ګل پښتون: بازه! لږ ساعت وروستو ورځم. نور خو هجرت ما کړے دے.

    باز الميار: تا هجرت نۀ دے کړے، تۀ د فردي ازادۍ او روپیو ګټلو لپاره فرار شوے یې.

    عثمان ګل پښتون: خداے دې وشرموه، نو هجرت چې سړے وکړي خو پېسې به ګټي کنه! پۀ غلامۍ کښې پېسې نۀ شي ګټلې؛
    یا به ورته ‘یس سر’ وايې نو نوکري به درکوي.

    باز الميار: ژوند یواځې پۀ پېسو نۀ کېږي، چې خپل خواهشات کم کړې هم کېږي.

    ظفر عال: اصل کښې د دۀ خواهشات دلته نۀ پوره کېدل. او ډېر خواهشات ډېرې پېسې غواړي.

    نظام باچا: Bottom of Formزۀ هم هجرت ته تيار يم.

    باز الميار: نظام باچا! تۀ هم هجرت وکړه! مونږ ئې کلک مخالفین یو.

    شاه وزير: ډاکټر فوزيه د فريمېسن ګروپ د پاره کار کوي، د فوزيه اوسنے مينده د Scottish Rite 32 Degree Masons غړے دے، دا چې هر څۀ وائي او کوي، د دې شا ته د ډېرو بدو خلکو لاس دے. زۀ پوښتنه لرم چې کۀ پۀ هجرت تاسو دښمن ماتوئ نو خوست پکتيکا د وزيرستان لۀ مهاجرو ډک دي، يواځي پۀ پکتيکا کښې 105 کورنۍ دي؛ کۀ رښتيا مرسته ورسره کوئ نو د راغلو خلکو سره ئې وکړئ! د دې خلکو هدف يواځي پښتون در پۀ دره کول دي، نۀ چې مرسته ورسره کول.

    باز الميار: شاه وزيره! دغه خو خبره ده کنه!

    محمد يوسف ورور موساخېل: واډورے نۀ پرې بدلوم کۀ امير ګړد شاه جوي راکړي. انشاء الله مونږ به پر خپل نيکني ټاټوبي هر څۀ ګالو خو پرې به ئې نۀ ږدو )واډورے زمونږ د يوۀ غرۀ لمن ده(.

    سيد نثار اغا: تر ټولو زیات متشدد دے خپله دے او هم دغه ئې کار دے چې قوم پۀ غلطه پټړۍ روان کړي. دوي خپله د وطن نه تښتېدلي دي، هلته پۀ ډالرو او ریالونو مزې کوي او پۀ هغو پسخند وهي چې د وطن پۀ زمکه او وطن کښې پراتۀ دي.

    حضرت افغان: ښه نو سپين ږيرے تسليم شو!!!

    خالد لغل خانی پښتون: کۀ غل نۀ تښتي نو مل دې وتښتي؟

    باز الميار: خالده! هو! خو تر لوټلو مخکښې.

    خلقي پښتنه: مونږ کمزوري نۀ يو خو جنګ نۀ کوو، داسې مو مړۀ کوي لکه سپي. مونږ لا نۀ يو کمزوري؟ خپله کمزوري به منو چې پنجاب ته کمزوري يو.

    باز الميار: دې ته کمزوري نۀ وائي غوړې! دې ته زېرِ عتاب او بې وسه وائي.

    خلقي پښتنه: بازه! کمزوري بيا څۀ ته وائي؟

    باز الميار: کمزوري چې تښتي او کور خالي کوي، وطن پرېږدي او تش د ځان غم ورسره وي.

    خلقي پښتنه: نو مونږ خو بې وسه هم نۀ يو!!!

    باز الميار: نو مونږ بې وسه څنګه نۀ یو چې نهه نوي ښځې پۀ جهاد کښې مېخکي چندې له ورکوي او تا غوندې یوه یوه غوړه چې سیاسي ده، هغه زمونږ کردار کشي کوي!!! نو پاتې څۀ شو؟ ځوانان نوي فیصده ګل خانان او مسلمانان دي، بې وسي نوره څنګه وي؟
    قام پر قبیلو تقسیم دے، پر فرقو تقسیم دے، معاشي کمزورے دے سیاسي نۀ دے او علمي نۀ دے؟ بې وسي نوره څنګه وي؟

    خلقي پښتنه: نو بيا سل کلن تحريک څۀ وکړل چې نوي فيصده پښتانۀ ګلخانان دي، پر پاکستان مئین دي؟ دا خلک پر پاکستان چا داسې مئین کړل چې خپله پښتو ځينې پاتې ده او اردو خپل فخر بولي؟

    باز الميار: دا د نصاب او د پښتنو سیاسي ملګرتیا او ستا غوندې د بلا نقادانو کمال دے.

    طارق افغان: المیار صاحب! دا سپین ږیرے ستا یار دے خو لږ شانتې بد خوښوي، د عمر پۀ دې برخې کښې هم.

    باز الميار: چې لۀ هډونو سېک ووځي، بیا زهر ژبې او قلم له لاړ شي.

    Bottom of Form

    1. بهګت سنګهـ چې پېرنګيانو ونيولو نو وې پوښتلو، “تا خټين ولې عدالت کښې ډزولے ؤ؟”، هغۀ ورته وئيلي وو، “کله چې ستا غږ نۀ اورېدلے کېږي نو بايد چاودنه ورته وکړې او غږ دې واورېدے شي” – دغه شاليد کښې د “بهګت سنګهـ” اصطلاح د هغو ناستو تشريفونو د پاره ده چې کندهار وولي. د دوي د انقلابي ډوزو ته چې څوک غوږ نۀ ږدي نو ګډې وډې شروع کړي.

     

  • د انجمن اصلاح الافاغنه کليز راپور (دوېمه او اخرۍ برخه) – ډاکټر سهېل خان

    اِن هٰذا صراطي مستقيماً فاتّبعوه و لا تتّبع السبل فتفرق بکم عن سبيله ذٰلکم وصّٰکم به لعلکم تتقون.

    ……. د انجمن د فعاليت کار د هغې د ممبرانو پۀ قابليت او د هغوي د کار د نوعيت پۀ واقعيت وي. پۀ دې انجمن کښې کۀ څۀ کمے وي، هغه پۀ نخښه کول د واقف کارو او د تجربه کارو کسانو دے. مونږ داسې بدقسمته قوم يو چې مونږ کښې اول خو د داسې خلقو قحط دے او کۀ خال خال چرته پېدا هم شي، د هغوي قابليت او وخت پۀ غېر قوم لکه د مويونو خرڅېږي.

    پۀ ځاے د دې چې قوم د هغوي نه د څۀ خېر اميد ولري، الټا خپل ملک او قوم ته نقصان رسوي. دويم مشکل د مال کمے دے، ولې چې هېڅ کار پۀ دنيا کښې بغېر د مالي قربانۍ نه نۀ شي کېدے. اګرچې د انجمن موجوده مالي حالت کمزورے نۀ دے، د خداے فضل دے، څومره کار چې موجوده وخت کښې د انجمن پۀ لاس کښې دے، د هغې د پاره د موجوده ذمه وارو ممبرانو ايثار او فياضي کافي ده؛ مګر د انجمن مقصد د اتمانزو لا د څو ملحقه مدرسو پورې محدود نۀ دے – د انجمن مقصد د موجوده عملي کار نه چې تاسو ئې وينئ، ډېر لوے دے، پۀ شرط د دې کۀ قوم چرې خپله بيماري او کمزوري محسوس کړي او پۀ انجمن باندې اعتبار وکړي چې واقعي دا زمونږ د اصلاح او د ترقۍ او د بهبود پۀ غرض جوړ شوے دے او د دې کارکنان پۀ نېک نيتۍ دي، نو ډېر ممکن ده چې د انجمن دا کمي هم پوره شي او بيا انجمن پۀ مضبوط قدم سره مخکښې خپل اصلي مقصد ته قدم کېږدي.

    درېم مشکل د انجمن د کار نه د بعضې خلقو بې خبري او عدم احساس او بې ځايه شکوک او شکايات دي. بغېر د څۀ پوښتنې، د انجمن متعلق غلط ګمانونه چلوي چې هغه د انجمن څۀ چې د قوم پۀ ترقۍ کښې مشکلات پېښوي. بايده دي چې د کومو صاحبانو د انجمن د کارګزارۍ متعلق څۀ شکايت يا څۀ شک پېدا شي نو د هغوي پۀ خدمت کښې دا التماس دے چې قبل د دې نه چې هغوي خپل ځان پرېشان کړي او د انجمن متعلق د هغوي بدظني پېدا کړي، هغوي خپل شکوک د ممبرانو سره پۀ تبادله خيالات يا د انجمن د کار نه پۀ اصلي معنيو کښې واقفيت حاصلولے شي. د انجمن پاليسي صافه ده! انجمن هېڅ کار پټ نۀ دے ساتلے، هر وخت د يو ورور جائز اعتراض دفع کولو ته تيار دے. پس پکار دي چې مونږ دې هر وخت د نېک ګمان نه کار اخلو. بدظني د مسلمانانو شېوه نۀ شي کېدې، لکه الله تعالٰي فرمائي، ياايهاالّذين اٰمنوا اجتنبوا کثيراً من الظنّ اِنّ بعض الظّن اثم الخ.

    څلورم مشکل چې دے، هغه دا دے چې مونږ پۀ دې حقيقت پوې نۀ شو چې دا کوم شے او څوک دي چې د انجمن او د علماو صاحبانو پۀ منځ کښې بدګماني او غلط فهمي پېدا کوي!!! علماء صاحبان د انجمن مونږ ښے لاس ګڼو، ولې چې د انجمن او د علماء صاحبانو پۀ مقصد زندګۍ کښې تر ډېره پورې مناسبت دے. خېر، څومره چې معلومېږي، دې کښې د هغه چا لاس دے چې د چا دې قومي او ملي عمارت سره د تعمير اتفاق نۀ دے او دا نۀ غواړي چې پۀ دې زمانه د شېطانت کښې دې يو غلام قوم او ملي تعليم ورکړے شي او د هغوي اصلاح دې وشي او پۀ خپلو پښو دې ودرېږي. دا څومره د افسوس خبره ده چې څوک د يو داسې بې ضرره او خاموش انجمن چې هغه د يو داسې پرېوتي قوم پورته کول غواړي چې هغه د خپلې ناپوهې او د جهالت پۀ وجه د دنيا پۀ نظر کښې وحشي ګڼلے شي او د اسلامي دنيا پۀ تباهۍ کښې هم پوره حصه اخستې وي، بد به غواړي .څوک دا افواه پۀ ملک کښې ګډوي چې دا يو بالشويکي تحريک دے او د دي اثر پۀ سرمايه دارانو باندې به پرېوځي، لېکن دې ته منصف مزاج خلق هم نۀ ګوري چې د کوم انجمن ټول ممبران پۀ خپله د ډېرې سرمايې او د جائيداد خاوندان دي، هغوي څۀ رنګ بالشويک کېدے شي؟ بيا دا مشهوره کړې شوه چې دا مدرسه د بم سازۍ يوه کارخانه ده، لېکن زۀ نۀ پوهېږم د دې هغه جوړ شوے بم پۀ چا او پۀ کوم ځاے کښې استمعالېږي؟ بيا دا مشهوره کړې شوه چې دا د قاديانو يوه حوېلۍ ده او د قادياني خيالاتو اشاعت کوي، لېکن د ممبرانو د انجمن د عمله او د عقائد نه دا حربه هم بې اثره شوه. اوس دا کوشش جاري دے چې د اراکينو پۀ منځ کښې دې تفريق واچولے شي چې د چا پۀ مدد او پۀ ملګرتيا سره د دې کار د ترقۍ امکان کېدے شي. زۀ نۀ پوهېږم چې يو خوا خو مونږ ته دا وئيلے شي چې مونږ ستاسو د تربيت او د اصلاح د پاره راغلي يو او تاسو ته مناسب حقوق او ذمه وارۍ ځکه نۀ شو درکولې چې ستاسو تعليم نشته او پۀ خپلو پښو د ودرېدو قابل نۀ يئ او بل خوا کۀ څوک پۀ قوم کښې څۀ خپلو پښو او د ودرېدو د قابليت پېدا کولو کوشش کوي نو هغه بالشويک او بم ساز او باغيان وي!!!

    پس زما د ټولو مشرانو او د خېرخواهانو پۀ خدمت کښې مؤد بانه عرض دے چې د انجمن پۀ نسبت د داسې غلط افواه ګانو نه چې هغه موجب د نفاق وي، ځان وساتي، لکه الله تعالٰي فرمائي، والذين اتخذو الهو الحديث ليضل عن سبيل الله. مونږ له پکار دي چې د دې کوشش وکړو چې ټول پۀ يو خيال يو ځاے ته راجمع شو او د يوې اجتماعي زندګۍ بنياد کېږدو، ولې چې انفرادي کوشش ډېر کم کاميابږي – يد الله عليٰ الجماعت – مسلماني نوم د اجتماعي زندګۍ دے.

    کۀ چرې مونږ کښې څوک د څۀ مجبورۍ پۀ بناء باندې خپل وخت او دولت پۀ قومي کارونو کښې نۀ شي صرف کولے نو دا خو نۀ دي مناسب چې هغوي د خپلو کمزوريو پۀ وجه سره د هغې خلقو پۀ کار کښې مشکلات پېدا کړي چې څوک لږ لا څۀ قومي خدمت کوي!!! ولې کۀ چرې يو هسې کار خدا نخواسته ناکامياب شي نو قوم ته ترې نقصان پېښېدل لازمي وي او چونکې هغوي هم د دې قوم افراد دي نو لازمه ده چې د هغې اثر به پۀ هغوي باندې هم داسې پرېوځي لکه پۀ نور قوم!!! پس پکار دي چې هغوي د هغې چا چې څوک څۀ مذهبي يا ملي خدمت کوي، همت افزائي وکړي او حتي المقدور د هغوي لاس ونيسي. کۀ چرې دا نۀ شي کولے نو د بې ځايه اعتراضونو کولو نه دې ځان وساتي.

    کار ګزاري:

    پۀ دې عرصه د شپږو کالو کښې چې څومره کار انجمن کړے دے، هغه هغې چا ته پۀ ښۀ شان معلومېدے شي چې د انصاف پۀ نظر د دې علاقې پۀ هغه حالت نظر وکړي چې لا د دې تحريک اغاز لا بنياد نۀ ؤ. د ازاد اسلاميه هائي سکول نه علاوه د متعدد اسلامي مدرسو وجود او پۀ هغو کښې پۀ سوونو بچي د ارکان اسلامي نه واقف کېدل او هغو له د مذهبي تربيت سره سره د لوستو او د ضروري خط و کتابت واقف ګرځول څۀ وړه خبره نۀ ده. د ټولو نه لوے کار هغه خيالي/ فکري انقلاب دے چې هغې چا ته پۀ ښۀ شان معلومېدے شي چې څوک د هغې علاقو معائنه وکړي چې کومو ځايونو کښې د انجمن اثر او اواز نۀ دے رسېدلے او بيا هغې مقامونو ته وګوري چې کوم ځاے کښې د انجمن تحريک جاري دے.

    ملحقه مدارس:

    انجمن د هغې مدرسو چې د کومو انجمن سره باقاعده الحاق دے يا د انجمن پۀ نصاب تعليم باندې چلېږي، باقاعده نګراني کوي. يعني د خپل ممتحن پۀ ذريعه د هغو سه ماهي، شش ماهي، سالانه معائنې کوي چې هغه پۀ تحصيل چارسده کښې ترنګزو، ښادي کلي، غونډه کرکڼه، زرين اباد او خرکي کښې دي او پۀ تحصيل مردان او صوابۍ شهباز ګړهۍ، بره ګړهۍ، ساول ډهېر، کاټلنګ، اسمٰعيله، نواکلي، تولندۍ، ګړياله او پۀ تحصيل نوښار کښې زيارت کاکا صاحب داسې نورې مدرسې قومي ډېرې دي چې د هغې الحاق خو نۀ دے شوے، مګر د هغوي جلسو کښې او صلاح مشوره کښې د انجمن ممبران باقاعده شريکېږي.

    نصاب تعليم:

    چونکې د مدرسې الحاق د جامعه مليه دهلي سره دے، پۀ دې وجه سره تعليم د مدرسې هم هغه دے چې کوم د جامعه دے؛ البته د مقامي ضرورياتو پۀ لحاظ سره پۀ کښې ډېر کمے بېشے شوے دے. نصاب تعليم چاپ شده د مدرسې د دفتر نه حاصلېدے شي. مخکښې د انجمن دا خيال دے چې د څومره څومره علمونو کتابونه د درس د پاره پۀ پښتو ژبه کښې پۀ لاس راځي او د مدرسې د طريقه تعليم مطابق وي، دې د پاره د قوم د هغې افرادو پۀ خدمت کښې څوک چې دې کار سره دلچسپي لري، يعني بچو لره چې پۀ خپله ژبه کښې دې تعليم ورکېدے شي، نو هغوي دې پۀ ډېرې دريا دلۍ سره د انجمن مالي امداد کم از کم دومره وکړي چې انجمن پۀ خپله سعي او خرڅ سره تر مډل پورې کتابونه پۀ خپله ژبه کښې تيار کړي او د هغې تعليم يافته صاحبانو پۀ خدمت کښې هم عرض دے کۀ چرې هغوي کوشش وکړي او يو يو کتاب د نصاب تعليم د پښتو د پاره پۀ پښتو ژبه کښې تيار کړي او انجمن ته راولېږي.

    طريقه تعليم:

    طريقه تعليم يا نصاب تعليم يو داسې اهمه مسئله ده چې تر اوسه لوي لوي لائق قومونه او د هغوي د علم افراد لا پۀ دې کوشش او جستجو کښې دي چې د يو قوم د پاره څۀ قسم نصاب تعليم پکار دے – لېکن بيا هم، څومره چې قابلو قومونو ثابت کړې ده او پۀ هغې باندې ګامزن دي او معراج د ترقۍ ته رسېدلي دي، نو هغوي هم داسې نصاب غوره کړے دے چې (1 وړومبے هغه نصاب د هغې قوم پۀ خپله ژبه کښې وي (2 دوېم پۀ هغې نصاب تعليم کښې د قوميت او د حريت سبق زيات وي (3 درېم د صنعت او د حرفت خاصه حصه پۀ کښې پۀ دې غرض لازمي او واجبي وي چې د قوم ځوانان د نان نفقې د پاره د چا در کښې ولاړ نۀ وي او د غلامۍ او د احتياج لاندې د چا بل قوم را نۀ شي.

    زۀ د قوم د دې قوم علمي او همدردانو صاحبانو پۀ خدمت کښې دا عرض کوم چې کۀ چرې زمونږ نصاب تعليم سره د دوي اتفاق هم نۀ وي، بيا هم دوي لره پکار دي چې د خپل قوم بچو د پاره يو داسې مناسب او مفيد مطلب نصاب جوړ کړي چې پۀ هغې د قوم د بچو داسې تربيت وشي چې د هغوي ائنده زندګي د ملک او د قوم د پاره مفيد ثابت شي او لکه د نن پرون د تعليم يافتو پۀ شان پۀ مور پلار بار نۀ شي. لا هغوي هم د وخت د مرئيانو پۀ شان د غېر قوم پۀ خدمت کښې نۀ خرڅېږي.

    معيار تعليم:

    پۀ دې مدرسه کښې د جامعه جونئير پورې تعليم ورکېدے شي. جامعه جونئير د پنجاب د يونيورسټۍ د مېټرک برابر دے. د تعليم موده نهه کاله ده. پۀ دې عرصه کښې قران شريف، احاديث، ضروري مسائل د فقهې، زبان داني، حساب، انګرېزي، تاريخ او جغرافيه ښودلې شي.

    شعبۀ دينيات:

    علاوه لۀ دې نه، د انجمن د سکيم مطابق د دينياتو د تکميل د پاره يوه بېله شبعه هم انجمن قائمه کړې وه او پروس کال د هغې اجراء هم شوې وه؛ مګر د بد قسمتۍ نه د کال پۀ اخر کښې د هغې هېڅ نتيجه را و نۀ وتله. اول خو د هغې د پاره طالبعلمان نۀ پېدا کېدل، چې څۀ لږ ډېر پېدا شو نو هغوي ته د مدرسې د قواعدو او ضوابطو پابندي ګرانه وه او کوم وخت چې د امتحان ورځې راغلې نو هغوي پۀ روژه کښې امامتو نيولو ته مېرې ته لاړل. اوس هم کۀ يو ذمه وار جيد داسې عالم پېدا شي چې هغه د طالبعلمانو د باقاعدګۍ او د چال چلن ذمه اخلي نو انجمن بيا هم د دې شعبې جاري کولو ته تيار دے.

    صنعت:

    انجمن پۀ دې خيال چې د قوم بچو ته سره د قومي او ملي تعليم صنعت او دستکاري هم وښودلې شي چې صبا نادار مفلس طالب مسلمان د چا دست نګر نۀ وي – چونکې د صنعت د پاره د ډېرې سرمايې ضرورت وي او انجمن د خپلې نادارۍ پۀ وجه پۀ ادنيٰ پېمانه څۀ دستکاري جاري کړې وه، هغه د بچو د پاره مفيد ثابت نۀ شوه. د دې پۀ وجه انجمن دغه شعبه بنده کړه.

    کۀ قوم دې طرف ته پوره توجه وکړي او د انجمن سره پۀ دې کار کښې پوره مدد وکړي نو اميد دے چې انجمن به پۀ مناسب پېمانه باندې صنعت مدرسه کښې جاري کړي. ولې تر څو پورې چې بچو لره صنعتي تعليم نۀ دے ورکړے شوے، هغې پورې دوي د بل د احتياج نه نۀ شي بې نياز کېدے.

    تعمير:

    پۀ وړومبو کلونو کښې چې څومره ضرورت ؤ، کچه تعمير پۀ مدرسه کښې شوے دے. باقي پروس کال راهسې نوې ابادي پخه لا کچه هېڅ نۀ ده شوې. البته شکست و ريحت مرمت وغېره کال پۀ کال شوے دے. د نوې ابادۍ د پاره محمد عباس خان صاحب او ما زمکه د سړک پۀ غاړه سرکاري مدرسې پوري متصل انجمن ته بخښلې ده. محمد عباس خان صاحب د ابادۍ د پاره دوه زره روپۍ هم انجمن ته ويستې دي او څۀ ډېرې ګټې ئې هم د بنياد د پاره پۀ خپلو روپيو راوړې دي. ما او زما مشر ورور کپتان صاحب هم دوه زره روپۍ د والدېنو صاحبانو پۀ خېرات کښې انجمن ته د ابادۍ د پاره بخښلې دي. اميد دے چې زر تر زره به نوے بورډنګ تيار شي او موجوده تکليف چې کوم د بورډنګ هلکانو ته د ځاے د تنګۍ پۀ وجه دې رفع به شي.

    سټاف:

    حضرات!

    تاسو ته به اميد دے ښۀ معلومه وي چې اول خو پۀ مسلمانانو کښې د اعلٰي تعليم يافتو ډېر قلت دے او بيا هم کۀ څۀ خال خال اعلٰي تعليم يافته کارکنان پېدا هم شي نو هغه ډېر زر د حکومت د مشين پرزې وګرځي او د قومي او د ملکي خدمت د اعزاز او د ناموس نه محروم پاتې شي. پۀ دې وجه انجمن لره تر اوسه پورې څنګه چې د دۀ د يوې اعلٰي تعليم ګاه خيال دے، سټاف پۀ لاس نۀ دے ورغلے – لېکن بيا هم موجوده سټاف د مدرسې د موجوده تعليم او تدريس د پاره نهايت موزون او مناسب دے. پروس کال پۀ سټاف کښې څۀ خاصه تبديلي د استاذانو صاحبانو راغلې وه، لېکن ډېر زر هغه کمے الله تعاليٰ پوره کړو. يعني پۀ ځاے د هستم خان صاحب، ميا صالح شاه چې انټرنس پاس دے او پۀ ځاے د محمد عمر خان صاحب مولوي بهزاد خان بي.اے مقرر شوے دے او پۀ ځاے د مولوي خليل الرحمان صاحب مولوي عبدالغفور صاحب د چارسدې مقرر شوے دے. د وړومبيو استاذانو صاحبانو د خدمت هم انجمن ډېره شکريه ادا کوي؛ ولې چې هر کال د هغوي نتائج د امتحان ډېر ښۀ ختلي دي او د موجوده استاذانو صاحبانو نه هم انجمن ډېر راضي مند او مطمئن دے او خصوصًا د هېډ ماسټر صاحب امير ممتاز خان د محنت او د کوشش او خاص کر د هغوي د هر دلعزيزۍ چې کوم خپلو ما تحتو سره لا د ممبرانو د انجمن سره او طالبعلمانو سره لري، ډېر زيات ممنون دے. اميد دے چې مخکښې به هم اساتذه صاحبان پۀ خپل منصبي کار کښې ډېره سعي او کوشش کوي او خصوصًا مقامي استاذان به د طالبعلمانو پۀ زياتي کښې نهايت دلچسپي او سرګرمي لري.

    غرض پۀ خدمت د ممبرانو د انجمن کښې:

    صاحبانو!

    د انجمن عېن د يو مشين مثال دے – تاسو وينئ کوم وخت چې د مشين يوه پرزه هم خپل کار پرېږدي يعني خرابه شي، هغه وخت ټول مشين بې کاره او د هغې ټولې پرزې معطلې پاتې شي. دغسې د يو انجمن حال دے، کۀ يو ممبر پۀ مجلس کښې غافله ؤ نو پۀ انجمن باندې د هغې ډېر څۀ زد راځي. نو هر کله چې پۀ دوه څلورو ممبرانو کښې کمزوري راشي نو تاسو وئيلے شئ چې د هغې انجمن لا د هغې مشين پۀ چلېدو څۀ اميد کېدے شي!!! څنګه چې نن پرون اکثر کارونه پۀ مشين باندې کېږي، داسې نن زمانه هر تحريک هر خدمت کۀ هغه ملي وي او کۀ قومي وي لا کۀ ملکي وي، بې د يو جماعت نه يعني د يو انجمن نه هرګز نۀ شي کاميابېدے. کۀ تاسو غواړئ چې زمونږ د قوم دې اصلاح وشي نو تر څو پورې چې تاسو خپل مشين يعني انجمن نۀ دے درست کړے، دا قابل د کار او د خدمت شوے نۀ دے، تر هغې پورې تاسو هرګز دا اميد مۀ کوئ چې دا انجمن به د قوم او د ملک خدمت لا اصلاح وکړې شي؛ ولې چې يو څيز پۀ خپله اصلاح طلب وي، هغه د بل هرګز اصلاح نۀ شي کولې. مونږ ته د الله تعالٰي دا حکم دے چې تاسو کښې دې يو جماعت وي چې هغوي مشوره لا پۀ صلاح سره د اسلام او د ملک خدمت کوي، د هغو هر کار چې وي هغه به پۀ شوريٰ وي او هر کله چې پۀ کثرت رايې يوه فېصله وشي، بيا به اراده د هغې کار کوي او پۀ الله تعالٰي به توکل کوي. داسې رسول علېه الصلوٰة والسلام هم د جماعت ډېر مونږ ته وصيت پرېښے دے، چې تر څو پورې تاسو کښې يو جماعت وي او هر کار پۀ صلاح او مشوره سره کوي، هرګز به تاسو مصيبت کښې اخته نۀ شئ او نۀ به دښمن پۀ تاسو غالب شي او څوک چې د جماعت نه ځان وباسي او د جماعت حکم نۀ مني، د هغۀ پۀ نسبت رسول علېه الصلٰوة والسلام فرمائيلي دي، في النّار –

    چونکې مخکښې انجمن سره څۀ د ډېر خدمت کولو خيال دے، نو تاسو لره پکار دي چې د پوره بېدارۍ او د استقلال او د مستعدۍ نه کار واخلئ –

    يعني مخکښې انجمن دا غواړي چې نصاب دې تر ډېره پورې پۀ پښتو ژبه کښې شي چې دا يو ډېر لوے خدمت دے او څۀ د ډېرې لويې سرمايې ورسره ضرورت دے. بل د يو پښتو اخبار جاري کول هم غواړي. درېم يو بورډنګ هاوس هم پۀ اعلٰي پېمانه باندې جوړول غواړي. دا درې واړو داسې کارونه دي چې د دې د پاره د ډېرې بېدارۍ نه کار اخستل پکار دي. زۀ دعا کوم چې الله تعالٰي ما او تاسو ټول ممبرانو لره توفيق د خدمت راکړي.

    عرض پۀ خدمت د قوم کښې:

    زما وروڼو!

    پۀ دنيا کښې د يو مريض علاج هله کېدے شي چې وړومبے هغه مريض خپل مرض محسوس کړي چې واقعي زۀ نا جوړه يم، ما لره دارو کول پکار دي. بيا د هغې مريض چا حکيم پسې ګرځېدل دي. هر کله چې حکيم لاس له ور شي، بيا پۀ هغې اعتبار کول دي. کۀ چرې اعتبار پرې نۀ کوي نو هم دا مريض جوړېدے نۀ شي.

    نن ورځ زمونږ د قوم حال هو بهو د هغې مريض دے چې وائي “زۀ بيمار يم”، لېکن نۀ حکيم پسې ګرځي او نۀ پۀ خپله څۀ دارو خوري. نو تاسو وروڼه وئيلے شئ چې د داسې مريض انجام بې د هلاکت نه څۀ دے؟ دا هم د الله تعالٰي شکر دے چې اوس ځاے پۀ ځاے خو ژړا ده او د اندامونو د دړدونو نه شکايت دے. وړومبے خو دا هم نۀ وو، يعني هډو چا محسوسوله نۀ چې مونږ ناجوړه يو. اے وروڼو! تاسو کۀ سوچ وکړئ، دا به درته ثابت شي چې پۀ دنيا کښې د جهالت نه لرې مرض د انسان د پاره نۀ شي کېدے او د علم نه لوے دولت او عزت پۀ دنيا کښې بل نۀ شي کېدے. لکه الله تعالٰي فرمائي، هل يستوِي الذين يعلمون والذين لا يعلمون، يعني ایا هغه کسان برابر دي چې جاهلان دي د هغه چا چې عالمان دي؟ يعني هرګز برابر نۀ دي .بل يو شان شاعر وائي:

    چې علم نۀ لري انسان پۀ څۀ؟
    چې پۀ کښې خوند د مالګې نۀ وي نان پۀ څۀ؟

    اے وروڼو!

    څومره د افسوس خبره ده چې د شپږو کالو نه انجمن اصلاح الافاغنه تاسو ته چغې وهي چې اے وروڼو! د جهالت پۀ مرض باندې تباه شوئ! جېلخانې او تورې اوبۀ رانه داسې ډکې شوې، د پهانسۍ پړي راباندې وشلېدل. جائيدادونه را نه لاړل، طوق د غلامۍ مو پۀ ګردن کښې دے – ورځ پۀ ورځ نوې ژړا ده، نوے اٰفت دے، نوے مصيبت دے، نوي مشکلات دي – دا ټول زمونږ د شامت اعمال نتيجه ده او اعمال مو د جهالت پۀ وجه خراب دي، لېکن افسوس دے چې مونږ تر اوسه پورې خپله بيماري محسوس نۀ کړه او کۀ چا محسوس کړې ده نو هغوي حکيم لره نۀ ځي چې دارو ورته وښائي. انجمن اصلاح الافاغنه ستاسو د اصلاح او د خدمت د پاره جوړ شوے دے. اميد دے کۀ چرې تاسو د انجمن پۀ اصلي معنيو کښې امداد وکړئ نو دوي به د الله تعالٰي پۀ اصلي معنيو کښې خدمت وکړي. في الحال چې انجمن کوم تحريک د ازاد قومي تعليم جاري ساتلے دے او د يو حده پورې کامياب شوے هم دے، دا يو معمولي تحريک نۀ دے. دا داسې زبردست تحريک دے چې دا يو قوم پۀ خپلو پښو ودروي، د احتياج او غلامۍ نه ئې ساتي، دا قوم کښ خود داري او ځوانمړدي پېدا کوي او مذهب او قوميت پۀ کښې پېدا کوي، د ايثار او قربانۍ ماده پۀ کښې اچوي – کوم وخت چې د يو قوم نصاب تعليم د غېر قوم پۀ لاس کښې شي نو ضرور هغوي داسې تعليم ورکوي چې هغه بې کاره بې هنره وي. هغې کښې هېڅ قسم نېک اخلاق او حريت نۀ وي – لکه يو شاعر وئيلي دي:

    نصاب چې د تعليم د غلام قوم شي د غېر قوم پۀ لاس
    تل به غلامان وي د دې قوم به خود داري څۀ وي؟

    اے وروڼو! کۀ تاسو يورپ ته ورشئ او د هغوي د تعليم اندازه واخلئ نو دا به درته ثابت شي چې سره د دې چې د هغوي خپل قومي حکومتونه دي، بيا هم تعليم د هر ملک د قوم پۀ لاس کښې دے او پۀ خپله ژبه کښې خپلو بچو له تعليم ورکوي. د حکومت پۀ مدرسو کښې حتيٰ الوسع نۀ داخلېږي، ولې چې د سرکاري مدرسو تعليم او تربيت د قومي مدرسې پۀ نسبت بې کاره وي. نو تاسو وئيلے شئ چې هر کله پۀ قوم حکومت هم پردي کوي او بيا تعليم هم د هغه قوم پۀ خپل لاس کښې نۀ وي نو دا څومره لوے غفلت او ذلت دے!!! داسې قوم به هرګز د غلامۍ او احتياج نه خلاص نۀ شي. مونږ لره لازمي دي چې مونږ خپلو بچو لره پۀ خپله ژبه کښې پۀ خپل لاس تعليم ورکړو او مونږ بل چا ته محتاج نۀ شو.

     

  • د “پښتون” پۀ نوم – سلمان حېدر، شانګله

    سلمان حېدر د “پښتون” پۀ نامه دا خط را لېږلے دے. هغه يو زلمے دے او د پارټۍ د ادنٰي کارکن کېدو دعويٰ ئې لرلې ده. د عوامي نېشنل پارټۍ هر کارکن ځان ته هم دغسې ادنٰي کارکن وائي او زۀ ورته د پښتو ټپې پۀ شونډو شوې دغه دعا کښې ګورم چې:

    خداے دې سپوږمۍ کړه باچا خانه!

    چې سُور پوشان درپسې ستوري وخېژينه

    دا سور پوشان ستوري دي – ستوري ځکه دي چې د باچا خان د بېرغ سره د وابستګۍ دعويٰ د هوټل پۀ لاونج کښې او د پرېس کلب مخې ته فټپاتهـ باندې اسانه وي، د جلسې، جلوس او سياست مېدان کښې دا بېرغ اوچت ساتل د باچا خان د “سپين ملنګ”، د باچا خان د “فضل حميد داوړ” او د باچا خان د “بشير بلور” پۀ شان زړۀ، جرأت او مړانه غواړي.

    سلمان حېدر او د دۀ غوندې يو شمېر زلمي چې فکري او عملي توګه باندې سرۀ نېشنليان دي، خو مزاج ئې پاپولر او وقتي سياسي جذباتيت داسې خپله ولقه کښې اخستے چې “پردي سوالونه” د خپل طرف نه کوي. د “باجوه” او “مشرف” سره تړلې يوه خبره زۀ د دې کرښو اخره کښې کوم او ممکنه ده چې سلمان ومني چې “سوالونه پردي دي”. زۀ د تېرې يوې مودې نه دا ضرورت محسوسوم چې پۀ دې بايد خبره وشي. خبره داسې نۀ ده چې نۀ کېږي، د “پښتون” ليکنو کښې، د مشرانو تقريرونو، پرېس کانفرنسونو او پرېس ريليزونو کښې خبره کېږي، خو زمونږ سياست د فکري او نظرياتي سټرکچر سره يو خاص اېتهيکل کوډ هم لري او د دغه کوډ پاملرنه کښې کله کله خبره لرې لاړه شي. تحريکونه پۀ پروفېشنلسټۍ او اېډهاکزم نۀ چلېږي، پروفېشنلسټي او اېډهاکزم پۀ “چلتا هے” چلېږي، “پۀ کار روان دے” روان وي او د کاميابۍ پېمانه ئې د ټوېټر او پېج فالورشپ زياتول وي. کار پۀ خبره رسولو او خبره پوهولو کېږي – کۀ چا کله هم څۀ خبره رالېږلې ده، “پښتون” پرې د خپلې رايې اظهار کښې سرپه نۀ ده کړې – بيا به هم نۀ کوي. د سلمان حېدر غوندې زلمي يا نور ملګري به مونږ له دا يو حق راکوي چې سره د ټولې “نېشنلۍ خپلوۍ”، د پردي سوال ځواب به د پرديتوب مخاطبه او لهجه کښې وي.

    محترم چيف ايډيټر صاحب! سلامونه او نېکې هيلې قبولې کړئ.

    د باچا خان بابا د قافلې د يو ادنٰي سپاهي او د عوامي نېشنل ګوند د يو ادنٰي کارکن پۀ حېث زما پۀ ذهن کښې يو څو سوالونه دي او د هغې تپوس د “باچا خان مرکز” او د ګوند د مشرانو نه کول غواړم. خولۀ مې نۀ جوړېږي خو ضمير مجبور کړے يم؛ پۀ دې هيله ئې تاسو سره شريکوم چې پۀ “پښتون” کښې ورته ځاے ورکړئ او تفصيلي ځوابونه به هم ورسره پۀ دې مجله کښې چاپ کړئ.

    هغه پوښتنې چې زما پۀ ذهن کښې دي او زما ضمير زۀ د دې پۀ کولو مجبور کړم، دا دي:

    1. افراسياب خټک صاحب، محترمه بشريٰ ګوهر، لطيف اپريدے لالا او ستاره اياز لۀ ګونده ولې وويستل شول؟ کۀ هغوي څۀ غلطي کړې وي نو څۀ دومره غټه خبره خو نۀ وه، بايد لږه نرمه رويه د هغوي سره شوې وے او د دې دومره لويې قامي سرمايې نه به لږ وخت کښې لاس نۀ وے وينځل شوے – او يا، تاسو د هغوي د پخلاينې څۀ هڅه کړې کۀ نه؟ کۀ نور مو ترې زړۀ صبر دے او د هغوي نور پۀ ګوند کښې ځاے نشته؟
    2. څلورم ځل دے چې پۀ “پښتون” کښې تاسو پۀ پښتونخوا کښې د “مارشل لاء” ماتم هم کوئ او وايئ چې #ANPRejectsAACP – نو زۀ دا وايم چې دا بِل )د پښتنو د ذلت بِل( تاسو يعني اے اېن پي او پيپلز ګوند پۀ مخلوط حکومت کښې د اسمبلۍ نه ولې پاس کولو؟ د دې مخالفت مو ولې نۀ کولو؟ فوج ته مو د مارشل لاء اختيار ولې ورکولو؟ د پښتنو وسائل مو “د تور ښامار پۀ خولۀ کښې” ولې ورکول؟ د قبائلي پښتنو کورونه مو ولې بې پړدې کول او د هغوي ازادي مو ولې تروړله؟ فوج ته دا دومره اختيار تاسو )پښتنو( پۀ خپله نۀ دے ورکړے؟ او ښاغلي اېمل ولي خان چې د دې ارډيننس پۀ کورټ کښې د چېلنج کولو خبره کړې وه، نو ایا هغۀ داسې کړي دي او کۀ نه؟
    3. د “پښتون ژغورنې غورځنګ” باره کښې ستاسو )يعني زمونږ د ګوند( بد اعتمادۍ ولې دي؟ ایا د هغوي غوښتنې د پښتنو غوښتنې نۀ دي؟ هغوي د باچا خان د فلسفې پېروکاران نۀ دي؟ او کۀ دي نو بيا تاسو هغوي پۀ اعتماد کښې د اخستو هڅه ولې نۀ کوي؟ پښتانۀ يو کول نۀ غواړي چې نظريه يوه وي او تحريکونه جدا جدا؟
    4. د اٰرمي اېکټ پۀ باره کښې زمونږ د ګوند څۀ رايه وه؟ ایا تاسو هم لکه د مسلم ليګو د پيپلز ګوند د دې حمايت وکړو او کۀ نۀ دا مو و نۀ منلو او مخالفت مو وکړو؟ کۀ حمايت مو کړے وي نو ولې؟ دا ستاو پۀ جمهوريت پسندۍ سواليه نخښې نۀ دي؟ ایا دا د پشتنو د ازلي دښمنانو ښکاره مرسته نۀ ده؟ دا اٰرمي ډکټېټرشپ قبلول نۀ دي؟ ځکه خو ئې پي ټي اېم، جے يو اٰئي او جے اٰئي مخالفت وکړو.

    هيله چې تاسو به ورته پۀ “پښتون” کښې سره د ځوابونو ځاے ورکړئ.

    ستاسو مخلص او د اے اېن پي کارکن

    سلېمان حېدر، ضلع شانګله

    ګران سلمان حېدره!

    تا د خط شروع “د باچا خان د قافلې د يو ادنٰي سپاهي” او “د عوامي نېشنل ګوند د يو ادنٰي کارکن” د دعوې نه کړې ده او بيا ډېر پۀ اسانه دې ځان ډډې ته کړے دے او پۀ “تاسو داسې کړي، تاسو داسې وئيلي، ولې مو داسې وکړي، ولې مو داسې وئيلي” دې ځان د غېر جانبدارۍ غونډۍ ته خېژولے دے – زۀ د عوامي نېشنل پارټۍ د نمائنده تاريخي مجلې “پښتون” د مشر پۀ حېث دومره پۀ اسانه تا له دا حق نۀ درکوم چې تۀ دې د خپلو مغالطو سره د غېر جانبدارۍ پۀ غونډۍ ناست پاتې شې؛ تۀ به را کوزېږې او د کومې دعوې سره چې دې دغه خط شروع کړے دے، هغې دعوې سره به ودرېږې. دغه سوالونه، د سوالونو لهجه او د سوالونو مطلب چې د چا دے، هغه زۀ پېژنم – دغه سوالونه، لهجه او د سوالونو مطلب “د باچا خان د قافلې د يو ادنٰي سپاهي” او “د عوامي نېشنل ګوند د يو ادنٰي کارکن” نۀ دي – دا political fallacies دي – د چا کار به تورول وي، زمونږ کار سپينول دي. وار پۀ وار درنه ځارېږم:

    1. تا چې د کومومشرانو نامې اخستې دي، زۀ دې ډېر حېران کړم چې د هغوي د ګوند نه د ويستلو سبب دې هم پوښتلے دے، دې ته تجاهلِ عارفانه وائي!!! “څۀ غټه خبره خو نۀ وه”، “لږه نرمه رويه”، “قامي سرمايې نه لاس وينځل”، د پخلاينې څۀ هڅه”، “زړۀ صبرول” – عجيبه لفظونه دې نۀ دي راوړي؟ پۀ سياسي ګوند کښې، او هغه هم چې د سل کلن تحريک د وراثت دعويٰ لري، نظريه هم دومره مهمه او وړومبۍ وي، څومره چې تنظيم وي – د تنظيم ساخت او د تنظيم ائين، منشور او شريکې فېصلې تر هر څۀ وړومبي وي – ستا يادې کړې نامې پۀ هره حواله پرون هم د احترام وړ وې او نن هم د احترام وړ دي. د خټک صاحب او بشريٰ بي بي رکنيت “معطل” دے او هغه به د ائين رڼا کښې فېصله کېږي. د لطيف لالا او ستارې بي بي مسئله تنظيمي ده او د دواړو خلاف شکايتونه د ځائي تنظيمونو مشرانو مخې ته راوړي دي، صوبائي تنظيم پرې کاروائي کړې ده، د سپيناوي موقع ئې ورکړې ده او هغې نه پس فېصله شوې ده. ډسپلن پۀ هر څۀ او هر چا بالا دے.

    تا ليکلي چې “کۀ هغوي څۀ غلطي کړې وي نو څۀ دومره غټه خبره خو نۀ وه، بايد لږه نرمه رويه د هغوي سره شوې وے”، دا خبره خو ستا ډېره “غېر تنظيمي” رويه ښکاره کوي!!! د سياسي حرکت بنياد “تنظيم” دے او کۀ څوک تنظيم باندې پښه ږدي نو دا د سياسي حرکت بنياد دڼې وڼې کوي، دا به څنګه غټه خبره نۀ وي؟؟؟ تر څو چې د پخلاينې کوشش دے نو د دې ائيني لار د شوکاز نوټس شکل کښې وي – شوکاز نوټس جاري شي، د شوکاز نوټس جواب وشي، کمېټي ئې وګوري او فېصله پرې وکړي. د تنظيم د فېصلې نه پس يا خو دغه کس د نظرثانۍ اپيل وکړي يا پۀ غېر مشروطه توګه د خپلې غلطۍ اعتراف وکړي او بيا د خپل تحريک خپل ګوند غړے شي. کۀ داسې نۀ کوي نو دا د شخص خپله فېصله وي. دې کښې د زړۀ د صبرولو او پۀ ګوند کښې د نور نۀ ځاے کېدو شاعرانه او وکيلانه لفظيات نۀ وي. هر څوک چې د ګوند د تنظيم او شريکې فېصلې سره ځي، هغه د ګوند سرمايه ده – کۀ نۀ ځي، بيا سرمايه نۀ وي.

    د پارټۍ دا روايت پاتې شوے دے چې کۀ څوک ترې تللي، وتلي يا ويستے شوي دي او هر څنګه يا هر څومره مخالفت ئې کړے دے، د باچا خان مرکز او د ولي باغ دروازې ورته پرانستې پرتې وي. مثالونه ئې شته، وګوره!!!

    1. دا چې اوس تۀ “پښتون” لولې، پۀ پينځم ځل به دغه چې تا ورته “ماتم” وئيلي، ووينې – فوج له د اختيار ورکولو کښې د اے اېن پي پۀ کردار به تۀ لږ وضاحت کوې، مونږ دعويٰ لرو چې مونږ د ادارو د ائيني اختيار او ذمه واريو نه کله هم د زياتي کردار ملاتړ نۀ دے کړے، نۀ مو غوښتنه کړې ده. بِل چې څنګه پاس شوے، زمونږ د پارلېماني ليډر سردار حسېن بابک بيان، زمونږ د صوبائي او مرکزي مشرانو بيانونه، ټويټونه او انټرويوز پرې پۀ رېکارډ دي.

    دا تۀ کومه خبره کوې د ښاپېرو د باغ مالياره! چې “د قبائلي پښتنو کورونه مو ولې بې پړدې کول او د هغوي ازادي مو ولې تروړله؟” – پښتانۀ د “قبائلي” او “ازاد قبائل” پۀ نامه تر ټولو زيات د جبر او استبداد تر لاندې ساتلے شوي دي. مونږ يوه سياسي هڅه کړې ده چې دغه “قبائلي” او “ازاد قبائل” حېثيت ختم کړو او د خپلې خبرې کولو، وکيل، وکالت او سياست کولو ازادي ورله وګټو. د باچا خان دغه ارمان د پاره د باچا خان بچو يواځې غږ او مبارزه کوله، حالات دې نهج له راغلل چې د پاکستان بچي هم اوس د دې کرېډټ اخلي خو تاريخ ګواه دے چې کوم پاکستان “پښتونخوا” نامه نۀ زغمله، د “فاټا ادغام” ئې څنګه ومنلو؟

    تا دا لطيفه هم کړې ده چې “فوج ته دا دومره اختيار تاسو پۀ خپله نۀ دے ورکړے؟” – يعني مونږ يا بل کوم سياسي ګوند فوج ته د اختيار ورکولو مجاز هم دے؟ د سياسي ګوندونو هدف د پارلېمان سپرمېسي وه، ده او پکار ده چې بيا هم وي.

    اېمل ولي خان چې کوم اعلان کړے دے، هغه د اېن جي او د يو مشر يا د کوم وقتي تحريک د يو فيوچر سټراټيژي کنوېنئیر اعلان نۀ دے – هغه د يو سياسي ګوند د صوبائي مشر اعلان دے. عدالت ته تګ نه وړاندې پارلېماني ذمه وارۍ پوره کول دي، اولسي ذمه وارۍ پوره کول دي – تاسو دا ګڼئ چې هغه به لکه د يو فرد چې هېڅ قامي او سياسي ذمه واري نۀ لري، عدالت ته ځي او غاړه به ئې خلاصه شي؟ نه! زۀ چې څومره خبر يم، پارلېماني ذمه وارۍ پارلېماني ليډر او د پارلېمان غړو تر يوۀ ځايه رسولې دي، ضلعي تنظيمونه هم پرې کار کوي او چې موزون وخت راشي نو عدالت ته د تګ اعلان به هم پۀ ځاے شي. البته، يو څوک دې دا باتۍ د غوږ نه وباسي چې عوامي نېشنل پارټي به د پښتنو مسائلو نه يوې لحظې د پاره هم لا تعلقه پاتې شي. نۀ شي.

    1. د پي ټي اېم پۀ حقله چې تا د “بد اعتمادۍ” کوم لفظ استعمال کړے دے، دا غېر محتاط لفظ دے. د پي ټي اېم غوښتنې د عوامي نېشنل پارټۍ د منشور برخه ده. پۀ کومه نکته يا کومه خبره د اختلاف څرګندول بد اعتمادي نۀ وي. عوامي نېشنل پارټۍ پۀ لسم مارچ “پښتون قامي جرګه” رابللې ده او دا موجوده حالاتو ته د عوامي نېشنل پارټۍ ردعمل دے. د پي ټي اېم د قيادت لۀ خوا د دې حمايت شوے دے. ځينې خلک به خپل ترخونه بويوي، مونږ به د شريکې ناستې، خبرې کولو او شريک موقف خپلولو د پاره مواقع پېدا کوو. عوامي نېشل ګوند د يو مشر تحريک پۀ حېث دغه ذمه واري پوره کړه.
    2. د اٰرمي اېکټ چا مخالفت وکړو، چا حمايت وکړو، د مخالفت او د حمايت د اثر دائره څومره وه او شدت څومره؟ دغه بحث صرف پۀ دې ټکو کښې وايم چې اٰرمي اېکټ اصل کښې د اٰرمي چيف د تقرر او د هغۀ مدت ملازمت کښې توسيع د پاره يو قانون ؤ او دغه قانون پارلېمان ته راوړے شوے ؤ. د پارلېمان سياست کوونکو ته حق حاصل ؤ چې مخالفت يا حمايت ئې وکړي، ووټ ورکړي يا ووټ ور نۀ کړي، مثبت يا منفي ئې وګڼي – سياسي ګوندونو د خپل دانش او منشور رڼا کښې چې څۀ هم کړي دي، عوامي نېشنل پارټۍ ئې پارلېمان ته د راوړو حمايت کړے خو ووټ ئې نۀ دے ورکړے.

    تا ئې اګرچې دې خط کښې ذکر نۀ دے کړے، د جنرل مشرف د پاره د سپريم کورټ نه د اعلان شوې سزا حمايت صرف او صرف عوامي نېشنل پارټۍ کړے ؤ، نورو پارټيو او تحريکونو بيا درې ورځې پس خولې سپړدې وې. دغه سزا کښې د درې ورځو پۀ چوک کښې د ځوړندلو مخالفت ئې کړے ؤ. تا ځکه دې خط کښې ذکر نۀ دے کړے چې خلک کومې خبرې کوي، هغو کښې د مشرف د سزا خبره باندې څوک خبره نۀ کوي، ستا ورته ځکه پام شوے نۀ دے!!! توده سودا توده وي.

    ګران سلمان حېدره!

    د خپلو خبرو پۀ نکتو کښې د راوړلو پۀ وخت تۀ يو اړخ ته شوے يې او د عوامي نېشنل پارټۍ نه دې تپوسونه داسې کړي چې پۀ لا شعوري توګه لکه چې تۀ د عوامي نېشنل پارټۍ حصه نۀ يې، “درېمګړے” څوک يې!!! دا سوالونه هغه خلک اوچتوي چې نۀ سياسي منظر لري، نۀ نظر او نۀ پس منظر – د قامي تحريک خلاف باقاعده دياړي کوي، جذباتيت خوروي او يوه خبره ونيسي، هغه خبره نيمه کښې پرېږدي، بله خبره ونيسي، هغه بله خبره هم نيمه کښې پرېږدي او دغسې خپل کېرئير مخ پۀ وړاندې بوځي. د دوي يواځې او يواځې هدف د قامي تحريک مشکوک کول وي، دې ته به ئې نۀ پرېږدو. اخلاقي کوډ به هم نظر کښې ساتو او د ځواب حق چې محفوظ دے، د هغې استعمال به هم کوو.

    د “پښتون” د دسمبر، جنورۍ او د دې مياشت اداريې هم ضمناً ولوله. “پښتون”

    فروري، 2020

     

  • BachaKhanWeek2020 – نويد محمد، روس

    January 22, 2020, Russia

    د باچا خان او ولي خان تلين پۀ روسيا کښې

    پۀ دوه ويشتمه (22) جنورۍ د روس پۀ ورونش ښار کښې د باچا خان او د ولي خان تلين ونمانځلے شو. د ورونش ښار حکومتي هال “کور د دوستي” ” کښې د ښار د لر بر افغانانو روسيانو شرکت وکړو.

    د غونډې شروع د روس د پښتون تنظيم مشر نويد محمد خان وکړه او د روس او افغانستان د ملي سرود نه پس د پښتون تنظيم او باچا خان مرکز مشترکه جوړ شوے ډاکومنټري فلم وښودلے شو. بيا د ورونش پوهنتون د خارجي څانګې مشر رديونف ولاديمير ولينتينوچ د باچا خان پۀ ژوند او د عدم تشدد د فلسفې ذکر وکړو او څرګنده ئې کړه چې د باچا خان فلسفه د هر قوم د خوشحالۍ او د امن باعث جوړېدلې شي.

    د ورونش پوهنتون د تاريخ څانګې مشر پروفېسر ميروشنيکوف الېکسندر وېکتروېچ پۀ خپل بيان کښې د باچا خان فلسفه يوې تکنيکي طريقې سره تشبيه کړه چې باچا خان خپل جدوجهد نه کاميابۍ سره خپل قام ته نۀ صرف شعور بلکې يوه بېداري ورکړه چې اوس ټول عالم ته ئې ضرورت دے.

    پۀ غونډه کښې د پښتون تنظيم څانګې مشر حيات الله توخي باچا خان ته خپل اشعار وړاندې کړل کوم کښې چې دۀ ټول خپل اتلان ياد کړل. د جنوبي پښتونخوا د مشهور مصور نصيب خان لۀ اړخه د باچا خان بابا جوړ شوے انځور د ورونش ښار د فني پوهنتون مشر او د روس قامي مصور شپاکوفسکي ولاديمير يفګينوچ ته ډالۍ شو.

    د ورونش پوهنتون طالب علمه ماروزوه جوليانا پۀ غونډه کښې د ملګرتيا او د دوستۍ اشعار بيان کړل.

    د ورونش د حکومتي چارواکو لۀ اړخه الېکسندر وېکترويچ د باچا خان د فلسفې اهميت بيان کړو. پۀ غونډه کښې افغانانو مشرانو فضل هادي او غلام مهيدين د باچا خان فخر افغان بابا پۀ ژوند رڼا واچوله.

     

  • #BachaKhanWeek2020 – “پښتون”

    January 23, 2020

    “د متبادل او جديد نصاب ضرورت ولې؟ باچا خان سکولونه ولې؟

    يادګيرنه: د دې سيمينار د علمي برخې د نتيجې د پاره د ښاغلي ډاکټر خادم حسېن وېنا د خلاصې پۀ توګه پام کښې ولرلې شي. دا دې هم پۀ کښې وي چې دا ليکنې رسمي نۀ دي؛ د ويډيو نه کاغذ ته راوړې شوې دي، ځکه نو د ليک ادبي او اسلوبي حېثيت نه دې معنيو ته زياته پاملرنه وشي.

    کوربه: شاهنواز مشال

    پېنل: سردار حسېن بابک، ډاکټر سهېل خان، ډاکټر جميل چترالي، ډاکټر خادم حسېن

    وېناوال: (1 سيد اختر علي شاه – “د ولي خان سياسي بصيرت”

    (2 خان زمان کاکړ – “باچا خان کوم قسم ټولنه غوښته؟”

    سردار حسېن بابک:

    مونږ دا ګڼو چې مونږ د باچا خان او د خدائي خدمتګارۍ د تحريک او فلسفې استازي او پېروکاران يو؛ زمونږ د پارټۍ تنظيمي غړي او عهدېداران چې مونږ راغوښتي دي، کېدے شي هغوي خيال کوي چې پۀ دې ځاے کښې زمونږ ناسته ولې ضروري ده؟ نو دا ځکه ډېره ضروري ده چې کۀ مونږ خبر يو نو دا خبرې اولس ته رسولو کښې به مونږ ته اساني وي. ځکه خو پۀ دې اوونۍ کښې لويې جلسې هم کېږي او داسې علمي ناستې هم کېږي چې د خدائي خدمتګار تحريک د فکر او عمل تسلسل دے.

    دلته دا عالمان او سکالران ناست دي، دوي به علمي بحث کوي – زۀ پينځۀ کاله د تعليم د وزير پۀ حېث د پاتې کېدو پۀ وجه دلته خبرو د پاره منتخب شوے يم او زۀ به د يو ادنٰي سياسي کارکن پۀ حېث خبره وکړم.

    اتلسم ائيني ترميم چې زمونږ د نعرې “خپله خاوره خپل اختيار” سياسي نتيجه ده، عموماً ورته “صوبائي خود مختاري” هم وئيلې شي، کښې د نورو ډېرو اختياراتو تر لاسه کولو سره مونږ تعليمي خود مختياري هم حاصله کړې ده او زۀ هغه وخت د تعليم وزير وم نو مونږ د دغه اختيار تر لاسه کولو نه فائده هم اخستې ده.

    دلته خبره د نصاب کېږي؛ نصاب زمونږ د ژوند، تاريخ، ژبې او کلتور پۀ ضد ؤ، اوس هم دے – زمونږ بچو ته نصاب کښې چې څۀ ښودلے کېږي، هغه د هغوي پۀ عملي ژوند کښې نۀ وي، نو ځکه علم شا ته پاتې شي او د نمبرو او GPA جنګ سيالي جوړ شي. زمونږ پۀ حکومت کښې مونږ مورنيو ژبو ته ځاے ورکړو. يوه لېنګوېج اتهارټي (Language Authority) مو جوړه کړه او د څلوېښتو ماهرينو کمېټي مو جوړه کړه چې هغه ژبو له الفبا، قاعده او نور لوازمات جوړ کړي چې دغه ژبې محفوظې شي. مونږ پۀ دې حقيقت پوهه يو چې مورنۍ ژبه د زدکړې فطري ذريعه ده. خو بدقسمتۍ نه چې کله پۀ دې صوبه کښې د پي ټي اٰئي حکومت راوستے شو نو وړومبے ئې دغه لېنګوېج اتهارټي معطل کړه او بيا ئې د “يکسان نظام تعليم” پۀ نامه د مورنيو ژبو پۀ مونډ ګزار وکړو.

    مونږ دا وينو چې پۀ نصاب کښې پۀ رياستي توګه پښتنو سره دښمني شوې ده. پۀ تاريخ، دينيات، سماجيات، سائنسز او نورو مضامينو نظرثاني پکار ده او دا د تاريخي، معروضي او زمکني حقيقتونو سره سمول غواړي.

    دا دلته چې د “متبادل” لفظ استعمالېږي، نو دا ځکه استعمالېږي چې موجوده نصاب غېر متعلقه هم دے او غېر معياري هم. دا د دې خاورې او خلکو سره تړون نۀ لري. د تعليم اختيار د فيډرېټنګ يونټس سره دے، خو دوي وائي چې مونږ يوه ملکي نصابي پاليسي (National Curriculum Policy) راوړو؛ نو د دې خو ائين د سره اجازت نۀ ورکوي!!! عوامي نېشنل پارټي د نېشنل کريکولم پۀ نامه د غېر ائيني اقدام غندنه هم کوي او د دې مزاحمت هم کوي.

    د متبادل نصاب پۀ سلسله کښې به د باچا خان سکولونو خبره هم وکړم. باچا خان بابا سکول هم جوړولو، نصاب ئې هم جوړولو او بيا ئې ډونرز هم پېدا کول او بيا د ډونرز د پاره کواليفيکېشن هم ؤ – دغسې د پښتنو او د دغه سکولونو تر منځه ئې يو تعلق هم جوړ کړے ؤ. زمونږ هم کمزورۍ دي او هغه داسې چې خلک پۀ خېرات کښې دېرش مېښې حلالوي خو پۀ خپل کلي کښې د باچا خان سکول د پاره ورسره ماتې نۀ وي. د پارټۍ کوم مشر د پاره چې ډوډۍ کېږي نو پینځۀ لکهه روپۍ پرې خرچ کولې شي خو باچا خان سکولونو د پاره ئې بيا زړۀ نۀ کېږي. زۀ به انشاء الله دا خبرې مخې ته راوړم او جلسه کښې چې مونږ پۀ نور ډېر څۀ خبره کوو، نو پۀ باچا خان سکولونو به هم خبره کوو.

    هغه تېره ورځ (2020.01.21) چې دلته پۀ احمد شاه بابا تالار کښې د باچا خان سکولونو د ماشومانو پروګرام ؤ، يو خو ما وليدل چې هغې کښې د ملګرو شرکت ډېر کم ؤ او ځکه ما ډاکټر صاحب )خادم حسېن( ته ووئيل چې زمونږ ترجيحاتو ته وګورئ، د سوات او کرک نه تر ټل او هوسۍ او درګۍ نه دا ماشومان راغلي دي خو زمونږ څوک ورته ناست نۀ دي! دغه ماشومانو ما ته دا خبره نوره هم ثابته کړه چې پۀ سرکاري سکولونو او نورو پبلک او پرائيوېټ سکولونو کښې تعليم “رټه” ده، خو باچا خان سکولونو کښې کوم د سرګرميو تر لارې (activity based) تعليم ورکولے کېږي. ما دغه پروګرام کښې چې د ماشومانو کوم تقريرونه واورېدل، هغوي چې کومې سندرې ووئيلې، ډرامه ئې سټېج کړه؛ نو د دغه ماشومانو پۀ اوازونو، مخونو او حرکتونو کښې يو خاص اعتماد مې وليدو. ما وليدل چې هغوي ته يو خاص sense of learning ښودلے شوے دے. پکار ده چې مونږ پۀ دې خبره کولې شو چې دا اوس کوم اوولس سکولونه دي، د دې تعداد زيات کړے شي – سکولونه اپ ګرېډ کړے شي پۀ افقي (Horizontal) طور هم او پۀ عمودي (vertical) طور هم – او دې د پاره چې مونږ پۀ خپلو جلسو کښې نورې خبرې کوو نو پکار ده چې پۀ باچا خان سکولونو هم خبرې وکړو.

    زمونږ د حکومت دور کښې يوه واقعه وشوه. لکه چې دلته د ماشومانو پۀ ذهني استعداد خبره وشوه نو داسې وه چې نصاب کښې سورة انفال شامل ؤ – مونږ یو کار هم پۀ خپل سر او ځان له فېصله نۀ ؤ کړے، پۀ اجتماعي دانش او سټېک هولډرز سره مشاورت باندې مو کارونه کول. بيا هم دې نه يوه مسئله جوړه کړې شوه چې ګنې اٰيتونه نصاب نه وويستلے شول. ما نه يو ټي وي تپوس وکړو نو ما ورته ووې چې دا خو د ذهني لېول پۀ بنياد درجه بندي کېږي، داسې خو نۀ ده چې يو څۀ يو ماشوم ته پۀ دولسم جماعت کښې ښودل غواړي نو هغه به ورته تاسو څلورم جماعت کښې ښايئ، يا د دولسم هغه څلورم کښې!!!

    زۀ خپلې خبرې پۀ دې را ټولوم چې متبادل نصاب هم پکار دے او د باچا خان سکولو پراختيا هم پکار ده.

    ډاکټر سهېل خان:

    د ټولو نه اول به زۀ پۀ جهاني ادب کښې د نصاب چې کوم بنيادونه دي، پۀ هغې خبره وکړم او دا به هم ووايم چې دغه بنيادونه بيا دلته زمونږ پۀ نصاب کښې شته او کۀ نشته. کله چې تهذيب يوې معاشرې کښې راوستلے کېږي نو دې د پاره تعليم بنيادي اېجنټ دے او د تعليم د پاره بنيادي اېجنټ “نصاب” دے – نو دنيا وائي چې کله تعليم د تهذيب طرف ته بوځې نو دې د پاره څلور بنيادي اساسونه دي چې زۀ پۀ هغې خبره کوم:

    1. فلسفيانه/ تاريخي اساس: د علم بنيادي مأخذونه څۀ دي؟ کوم قسم علم پکار دے؟ بنيادي اقدار، کلتور او تاريخ به اصلي شکل کښې څنګه نوي نسل ته رسوو؟ خو دلته مسئله دا ده چې کۀ پۀ نصاب کښې دغه فلسفيانه/ تاريخي اساس منځ ته راوړے کېږي نو د پاکستان چې دلته د مېشته قاميتونو د تحليل کولو کومه لاره ده، هغه نۀ پوره کېږي. ځکه چې پۀ فلسفيانه او تاريخي اساس چې خبره کېږي نو هغه به د وينې، جغرافيې، تاريخ، ژبې، علمي سرچينې، فلسفې او وسائلو خبره وي – دلته چې مونږ ته د بي اېس د پاره کوم سلېبس (Syllabus) راکړے شوے دے، هغې کښې ټول مضامين ځاے شوي دي خو پښتو پۀ کښې شامله نۀ ده!!! يعني زۀ به سوشيالوجي وايم، ټولنيز نفسيات به وايم خو چې د کوم قام يا ټولنې پۀ حقله زدکړه کوم، د هغه قام ژبه به پۀ کښې نۀ وي؛ پښتو به نۀ وي، پښتونولي به نۀ وي، پښتونخوا به نۀ وي، شخصيات به ئې نۀ وي!!!
    2. نفسياتي اساس: نصاب به پۀ کومه طریقه تدريس ښودل غواړي؟ د هر عمر نفسياتي ضرورتونه څۀ دي؟ اوس د ژبو، معاشرتي علوم، تاريخ، جغرافيې او اسلاميات وغېره د طريقۀ تدريس او د عمر د نفسياتي ضرورتونو برملا خلاف ورزي شوې ده. د نفسياتي قامي یکسانيت خبره پۀ کښې بېخي نشته. اصل کښې د ماشومانو د ذهنونو فکري پالوشن (pollution) د پاره دغه اساس پۀ شعوري توګه نظر انداز کولے کېږي. دنيا ګوري چې پۀ دې عمر کښې به د ماشوم ذهني سطح دومره وي او د دې درجې به وي نو دۀ ته به دا موضوعات او دا الفاظ او دومره concepts ښودلے کېږي. دلته نصاب دومره بې قاعدې دے چې د دولسم ټولګي ماشوم يو درخواست، يو خط، يو مضمون پۀ خپله پوهه نۀ شي ليکلے. د څلورم جماعت علم دولسم کښې ورکوي او د دولسم هغه پۀ درېم کښې – نو ځکه خو د لسم ماشوم د خپلې داخلې فارم هم نۀ شي ډکولے. چې کله مونږ Psychological اساس ښايو نو هغۀ ته به د ګېر چاپېره اوسېدونکو خلکو او قومونو سره مشترکات هم ښايو. دې وخت کښې بيا د پښتون او افغان خبره د علم موضوع کېږي او چې کله دا موضوع راشي نو بيا د ژبې، د نسل، د قام، د جغرافيې، د کلتور، د زراعت، د اقتصاد او د پېداوار او مارکيټ خبره به هم راځي – دا هغه وجوهات دي چې د دې پۀ وجه رياست پاکستان د نصاب سازۍ پۀ عمل کښې د نفسياتي اساس نه سترګې اړوي.
    3. اقتصادي اساس: نصاب د خطې، منطقې د موجودو وسائلو پۀ بنياد خلکو ته د متعلقه فني علومو پۀ بنياد اقتصادي پرمختګ له کار کوي. موجوده نصاب پښتنه خاوره کښې د وسائلو نشاندهي او د هغې پۀ بنياد اقتصاد له پرمختګ نۀ ورکوي، نۀ خلکو له روزګار ورکوي. دې مد کښې چې کله د پښتنو يا د نورو قامونو وسائل ښودلے کېږي نو هغې د پاره د “پاکستان کے وسائل”، “پاکستان کے پهاړ”، “پاکستان کے پېداوار”، “پاکستان کے معدنيات” پۀ عنوان ډېر سطحي معلومات ښودلے کېږي او د دې پۀ شا دا وېره ده چې کۀ دې خلکو د خپلو وسائلو شعور ولرلو نو ممکنه ده چې سبا راپسې حساب کتاب را واخلي. زما اوبۀ، زما بجلي، زما تماکو، زما کرومائيټ، زما قوله، زما ګېسونه، زما ځنګل او زما معدنيات ترې وباسي خو خپل اوړۀ غنم را باندې بندوي؟
    4. سماجي/ ټولنيز اساس: ټولنيز ژوند د پاره علم پۀ کار راوستل او سماجي ادارې د تعليم د لارې انساني ضرورياتو سره تړل د نصاب اساس وي. موجوده نصاب د ټولنيز ژوند، د هغې د ادارو، هيئتونو، ساخت او عناصرو نه نا خبره دے. موجوده نصاب نه پښتنه ټولنه او د هغې ضروري عناصر بهر دي.

    د متبادل نصاب ضرورت دے او دا متبادل نصاب پۀ سائنسي بنيادونو مخې ته راوړل دي. پۀ ازادو سکولونو کښې د 1921 نه تر 1924 پورې مروج نصاب ښودلے کېدو او بيا باچا خان يوه باضابطه نصاب کمېټي جوړه کړه او د مختلفو مضامینو د ماهرينو پۀ ذريعه نصاب تيار کړے شو.

    ]پۀ دې منځ کښې چې بل وېناوال ته بلنه ورکړې کېده، ښاغلي سردار حسېن بابک د يوې خبرې اجازت واخستو چې:

    دا سهېل صاحب خبره وکړه، زۀ د بېن الصوبائي رابطه څانګې (Inter Provincial Coordination) چئيرمېن يم – مونږ دوي ته وايو چې تاسو زمونږ کومه بجلي استعمالوئ، د دې ناپولو د پاره چې کومه اٰله سکاډا (SCADA) استعمالېږي، د هغې د لګولو اجازت راکړئ! نو مونږ ته دا اجازت نۀ راکولے کېږي؛ وائي چې بس مونږ به درته وايو کنه چې څومره ده!!! يعني سهېل صاحب زما نه سودا اخلي، د دې تول به هم دے کوي او هم دے به ئې د نرخ تعين هم کوي!!!

    ډاکټر جميل چترالي:

    مونږ چې کله د نصاب خبره کوو نو د ټولو نه اول به دا ګورو چې ایا دغه نصاب د دې خاورې سره تړلے دے او کۀ نۀ دے؟ زۀ چې د “خاورې” خبره کوم نو د سياسي جغرافيې پۀ بنياد ئې نۀ کوم؛ نن پاکستان دے، پرون هندوستان ؤ؛ پرون ټول يو رياست ؤ، کېدے شي سبا بل څۀ وي؛ نو زۀ د سياسي جغرافيې خبره نۀ کوم – د خاورې نه زما مراد “کلتور” دے، يعني چې زۀ د کومې خاورې نه پېدا يم او دې خاورې ما له کوم علامات او شناخت راکړے، ایا دا نصاب دغه شناخت او علامتونو سره تړلے دے؟ مونږ چې د ارتقاء خبره کله کوو نو وايو چې ارتقاء د absolute )مطلقيت( نه د abstract طرف ته سفر دے. نن نه پخوا چې لس، شل، پنځوس زره کاله وړاندې به مشرانو وئيل چې لس اسونه حمله کوونکي دي نو دا ضروري وه چې دوي به د لسو اسونو تصويرونه جوړول؛ دې نه پس به خلک پوهه شول چې حمله کېدونکې ده – اوس کۀ يو څو ټکي وليکلے شي نو دغه الفاظو سره زمونږ ذهن کښې هغه اسونه هم جوړ شي، د هغوي د پښو ټپارے هم راشي او د هغې سره تړلي خطرات هم محسوس شي. نو ايا زمونږ موجوده نصاب کښې چې کوم مواد شامل دي، دغه دومره مراد ورکوي کۀ نۀ ورکوي؟ زۀ به کوشش کوم چې ځان د دوو درېو نکاتو پورې محدود وساتم. زما يو ملګرے دے، زۀ د هغوي ځاے ته ورغلم نو د هغۀ وړوکي زوي زمرک د څو ورځو نه سکول ته تګ شروع کړے ؤ. نو زما هغه ملګري ووې چې دا اوس ښۀ شوے دے او نوي څيزونه زده کوي. پۀ مېز کېلې پرتې وې نو د ماشوم نه ئې تپوس وکړو چې دې ته څۀ وائي؟ ماشوم ووې چې دا “کېلې” دي – هغۀ ورته ووې چې نه! تا وختي نۀ وئيل چې دا banana دي؟ نو ماشوم ووې چې نه! سکول کښې banana دي، کور کښې “کېلې” دي. داسې ولې کېږي؟ داسې ځکه کېږي چې کوم علامتونه دغه ماشوم کور کښې زده کوي، کله چې ورته سکول کښې ښودلے کېږي نو د ماشوم ذهن تيندک خوري چې دا image خو زما کور کښې “کېله” ده او سکول کښې banana؛ نو ایا دا دواړه څۀ بېل څيزونه خو نۀ دي؟

    خبره داسې ده چې د تعليم بنيادي مقصد “تربيت” دے – کله چې مونږ د باچا سلامت د خولې نه د وتلې خبرې پۀ ځاے “تحريري قانون” ته راغلو، ائين او قانون ته راغلو او دا مو ومنل چې زمونږ عمراني معاهده/ ائين/ قانون به پۀ تحرير کښې وي نو تحرير بنيادي ضرورت وګڼلے شو. نو د پرائمري زدکړې بنيادي نکته دا وګرځولې شوه چې کوم څۀ اونه بوټے، مېوه دانه، څيزونه زۀ خپل چاپېريال کښې وپېژنم، د هغې داسې تحريري زدکړه وکړم چې د ليکلو سره ئې هم هغه تصور او تصوير ذهن کښې راشي او هم دې غرض د پاره بنيادي تعليم پۀ مورنۍ ژبه کښې لازم کړے شوے دے.

    دوېمه خبره دا ده چې کله مونږ د تعليم پۀ اړه د سائنسي دليل خبره کوو نو بيا د علم د دوو بنيادونو نشاندهي کېږي: يو هغه چې الهامي (a priori knowledge) دے او پۀ دې مونږ د ترديد يا تنقيد حق ځکه نۀ لرو چې مذهبي او ټولنيز ګواښونه راته ممکنه ده ودرېږي. خو دغه الهامي علم د تخليق ګنجائش نۀ لري، ځکه چې تخليق خو د تنقيد سره تړلے دے. د علم بل بنياد “کسبي” يا “انساني علم” دے چې (posteriori/ experiential knowledge) ورته وئيلے شي او دا علم د تجربو او تحقيق سره راځي. اوس کۀ مونږ وګورو چې کۀ د تعليم بنيادي مقصد “تربيت” دے نو بايد مونږ وګورو چې مونږ څومره تحقيق کړے دے چې کومو کسبونو د پاره زۀ خپل راتلونکے نسل تيارومه، هغه څۀ دي؟ مثال به داسې ورکړم چې کۀ مونږ چرته هم لاړ شو، هلته به تنور خامخا وي؛ چرته نه چې مونږ سحر، غرمه، ماښام تودې ډوډۍ راوړو – اوس دغه ډوډۍ کښې د صحت (Health and hygiene) ايشو شته، دې کښې مذهبي خبره شته، د دې د packing او presentation حوالې سره د business management خبرې شته، پۀ دې کښې د سائنس خبرې شته چې زۀ دې تاو (Heat) ته پۀ -10o چترال کښې او پۀ +50o ډېره اسماعيل خان کښې مخ کېږم؛ زۀ څنګه تکنيک متعارف کړم چې دا انساني وجود دغه تاو ته مخ هم نۀ شي او پۀ اتۀ ګېنټو کښې چې دوه خمبيره جوړوي نو چې دولس )کۀ ضرورت وي( هم جوړ کړے شي!!! اوس دا ټول اړخونه دغه يو تنور سره تړلي شته – خو د دې ملک پۀ يوه تعليمي اداره کښې د دې تربيت نۀ ورکولے کېږي. د خاورې سره د نصاب تړلو نۀ عمل شته، نۀ مکالمه شته –

    بابک صاحب هم راغلے ؤ، مونږ چې کله سويډن کښې سبق وئيلو نو يو ځل يو سکول ته ئې بوتلو – نو هلته تعليم هغوي مورنۍ ژبه سوېنسکا (Svenska) کښې ورکوي – نو څنګه چې دلته د پښتو يا اردو کتاب وي، دغسې هلته د سوېنسکا کتاب ؤ؛ مونږ چې هغه د مکالمې متن پۀ کښې کتلو نو دغه د درزيتوب د ټرېننګ يوه مکالمه وه – يوه ښځه د درزي دکان ته ځي او کپړه ورکوي چې دې نه ما له سکرټ جوړ کړه. نو هغه درزي ورته وائي چې د دې ناپونه داسې دي چې long skirt ترې نۀ جوړېږي. هغه ښځه ورته بيا وائي چې کۀ دا ډيزائن داسې داسې شي نو بيا – دې نه پس نورې د ناپ او نرخ خبرې کېږي – نو ما لږ سوچ وکړو چې کۀ سبا دا ماشوم د ټېلرۍ پۀ دکان کښېني او دۀ له دغسې څوک راشي نو دې کتاب کښې شوې مکالمه به دۀ ته خامخا يادېږي. دغه مضمون داسې چا ليکلے ښکارېدو چې لس ورځې، شل ورځې، څلوېښت ورځې ئې د ټېلرۍ د دکان جاج اخستے او بيا ئې د هغې تجربې پۀ رڼا کښې دغه مکالمه لیکلې ده. دغه ليکوال ليدلي دي چې کومه ژبه، کومه مکالمه، کومه جيومېټري دغلته د ټېلرۍ پۀ پېشه کښې استعمالېږي.

    اوس کۀ مونږ دلته نصاب ته وګورو او د کارخانو نه دې حاجي کېمپ پورې راشو، صرف پۀ دې جرنېلي سړک باندې، کوم کوم کسبونه چې دلته پېښور کښې دي، دا به درته نصاب کښې نۀ ښکاري او کۀ نصاب کښې دي نو هغه درته بازارونو کښې نۀ ښکاري!!! نو ځکه کۀ زمونږ ماشوم ماسټرز ډګري پۀ ارکيالوجۍ کښې وکړي کۀ طبيعيات کښې، خو فزکس واله به پۀ بېنک کښې ناست وي، کيميا واله به سي اېس پي افسر وي، ارکيالوجۍ والا به چرته بل غېر موزون ځاے کښې ناست وي؛ او دا ځکه چې هغۀ له بس يوه ډګري پکار وي – او دا ډګرۍ د نوکريو د ګرېډونو د پاره اخستې کېږي. دغه ډګرۍ د تحقيق پۀ بنياد نۀ وي اخستې شوې، د نوکرۍ د ضرورت د پاره اخستې شوې وي. کله چې ډګرۍ د تحقيق پۀ بنياد شي، “خاورې” سره وتړلې شي، د “تربيت” پۀ مقصد شي نو بيا به دا د تخليقي عمل سره تړون ولري. بيا چې د دۀ سوچ د تحرير شکل کښې هم راشي نو تخليقي صلاحيتونه به ئې زياتېږي.

    کومه درېمه خبره چې زۀ کول غواړم هغه د دې “خاورې” د خلکو بنيادي صلاحيت (essence) دے او د دې تعين کول دي چې نن د تخليق پۀ مېدان کښې نړۍ کوم ځاے ته رسېدلې ده، زۀ هغې کښې کوم ځاے ولاړ يم؟ ایا زۀ دنيا سره فارمېسۍ کښې مقابله کولې شم؟ نۀ شم – زۀ ډسپرين نۀ شم جوړولې. زۀ پۀ هوابازۍ (aeronautics) کښې نۀ شم کولې، زۀ نورو ټېکنالژيو کښې وروستو پاتې يم، سائنسونو (pure sciences) کښې مقابله نۀ شم کولې. ما سره امکانات څۀ دي؟

    مونږ له د سمت تعين هم پکار دے او د جديد دور د غوښتنو ادراک هم کول دي. بس دغه څو خوارۀ وارۀ خيالات وو چې ما غوښتل زۀ ئې تاسو سره شريک کړم – مننه.

    ډاکټر خادم حسېن:

    ما نه وړاندې چې کومې خبرې وشوې، د هغه ټولو سره اتفاق کوم او کوشش کوم چې خبرې تکرار نۀ شي او څو نکتې ستاسو مخې ته کېږدم.

    وړومبۍ خبره خو دا ده چې مونږه کله د “تعليم” خبره کوو نو دا کله ابهام را پېدا کړي چې شايد دا د “علم” خبره کوو – نو د علم تصورات، يا د علم تخليق يا د علم جوړېدل يو ډېر عمومي تصور دے؛ دا انسان د پخوا نه کړے دے، کله چې سکول نۀ ؤ هم نو علم ئې کړے دے او اوس هم چې کۀ څوک سکول ته نۀ وي تللي نو داسې نۀ ده چې “علم” ئې نشته يا هغه پوهېږي نۀ. د علم تصورات چې څۀ ته epistemology وائي، هغه ځان له يو بشپړه او پراخه تصور دے او پۀ هغې کښې دې سره اړونده ټول څيزونه شامل دي.

    چې کله مونږ د تعليمي نظام خبره کوو نو اوسنے سکولنګ نظام (schooling system) چې دے، پۀ اوولسمه اتلسمه پېړۍ کښې هغه وخت د دې ضرورت را پېښ شو چې کله صنعتي انقلاب راغے او د مشينانو جوړولو او چلولو د پاره د ډېر شے هنرونو ضرورت را پېښ شو. د مشينانو پۀ ذريعه چې کوم څيزونه جوړېدل، توليد کېدل، د دغې حساب کتاب ساتلو، تقسيمولو او خرڅولو د پاره د زياتو خلکو ضرورت پېښ شو. د دغه ضرورت پوره کولو د پاره دا فکر منځ ته راغلو چې مونږ به “علم” او “تعليم” پۀ خپلو کښې سره څنګه تړو؟ پۀ دې فکري مباحثې شروع شوې او ډېرو مفکرينو پۀ دې ډېر بشپړه بحثونه کړي دي. بيا چونکې دغلته دغه هنرونه او تعليمي نظام يوه خاص علاقه يا خاص رياست کښې وو، نو رياست چې به کله دغه تعليمي نظام جوړولو يا اوس هم جوړوي، نو دغه رياست جانبدار وي – هغه رياست د خپل ضرورت مطابق خلک جوړول غواړي. دې لړ کښې کۀ د ټولنې هم څۀ ضرورت پوره کېږي نو ښه پۀ ښه، خو کۀ نۀ پورې کېږي نو د رياست پرې څۀ کار نۀ وي. نو دا ياد ساتئ چې “تعليم کله هم غېر جانبداره نۀ دے، تعليم ډېر سياسي دے، تعليم ډېر رياستي دے او تعليم جانبداره دے.” نو دا دې زمونږ پام کښې وي چې کله مونږ د “علم” خبره کوو نو دا خبره فکري هم وي او سياسي هم وي، خو کله چې د “تعليم” خبره کوو نو دا بيخي سياسي خبره کوو.

    دوېمه خبره زۀ دا کول غواړم چې عموماً د تعليم د پاره کوم نصاب جوړېږي، نو هغې کښې دا ګڼلے کېږي چې مقاصد ئې پکار دي؛ د هغې پۀ نفسياتي، ټولنيز او اقتصادي اړخونو نظر کښې ساتلو سره درجه بندي پکار ده، او دې سره د تدريس طريقه هم پکار ده؛ يعني چې دا به ښودلے کېږي څنګه، د ښودنې نظام به څۀ وي چې Pedagogy ورته وئيلې کېږي – عموماً هغې کښې دا کتلے کېږي چې د ماشومانو جذباتي، نفسياتي او فکري ضرورتونه څنګه پوره کېدے شي؟ دا چې اوس کله مونږ خبره کوو نو دا د پينځۀ کالو نه د شپاړس کالو د عمر پورې خبره کوو – د ماشومانو پينځو کالو پورې يو شان جسماني، ذهني، فکري او جذباتي ضرورتونه وي؛ بيا اتو کالو کښې هغه مختلف وي، بيا دولسو کښې مختلف وي، بيا پينځلس کالو شپاړس کالو کښې مختلف وي. دغسې بيا د عمر تېرېدو سره نور هم مختلف کېږي. تر څو پورې چې د نصاب جوړولو کښې دغه نفسياتو او ضرورتونو باندې پوهه ماهرين موجود نۀ وي، تر هغه وخته پورې ممکنه نۀ ده چې موزون نصاب جوړ شي. دلته د نصاب پۀ کمېټيو کښې هغه خلک شامل وي چې د مقابلې امتحان ئې پاس کړے وي!!! او “د مقابلې امتحان” هغوي څۀ ته وائي؟ د مقابلې امتحان پاس کوونکي هغه وي چې “ډوګر ګائيډز” ئې ياد کړي وي. پۀ ډوګر ګائيډونو باندې نۀ تعليمونه مخکښې ځي نۀ نصابونه مخکښې ځي – دا د ډوګر ګائيډز فارغ التحصيل چې دي کنه، دا نصاب جوړوي!!! د ماشومانو د نصاب د فکري اړخونو د پاره د فکري تحقيقونو خلک پکار دي، لکه د Cognitive Psychology خلک پکار دي؛ خو ما تر اوسه پورې يو نصاب جوړوونکوکښې يو Cognitive Psychologist و نۀ ليدو چې هغه پۀ ذهن سازۍ کښې مهارت لري – هلته بابوګان ناست وي، درجه بندي کوي او بيا څۀ داسې تصور لرونکي خلک ناست وي چې هغوي ګڼي چې ګنې د ټولې دنيا او لږ تر لږه د پاکستان ټول علم زمونږ سره دے؛ مونږ ته دا پته ده چې قوم څۀ ته وائي، رياست څۀ ته وائي او بيا به دغه خلک ګائيډ لائنز رالېږي، پۀ هغې به نصاب تيارېږي او ځکه خو نسلونه تباه کېږي!!!

    درېمه خبره دا ده چې کۀ مونږ د دوي دا خبره هم ومنو چې زمونږ هنرونه پکار دي او نور څۀ سره زمونږ کار نشته، نو بيا هم دوه څيزونه خو ډېر زيات مهم دي: يو خو چې ماشوم د پاره لږ تر لږه هغه هنر خو وي چې کوم د دۀ پۀ کار راځي؛ يعني چې ليک لوست خو ورځي کنه!!! دے بايد پۀ دې خو پوهېږي چې حساب کتاب څۀ ته وائي – د يو درېم ټولګي ماشوم پۀ دې خو چې خبر وي چې کور کښې مور سل روپۍ ورکړي چې د پينځلس روپيو سودا راوړي نو دۀ سره به څو روپۍ پاتې کېږي!!! نو زۀ دا وئيل غواړم چې دغه حد پورې هم نصاب بېخي پۀ خلاء کښې ولاړ دے او د دې مطلب دا دے چې نۀ پۀ علمي بنياد باندې او نۀ پۀ هنري بنياد باندې دا نصاب څۀ اساس لري او ځکه دغه ماشومان بيا د توليد عمل کښې برخه نۀ شي اخستې. د توليد عمل کښې د برخې اخستو نۀ جوګه کېدل صرف د ژبې او شناخت پورې نۀ دي تړلي، او ژبه صرف د فرېم خبره هم نۀ ده، سره د دې چې د شناخت خبره هم ده ]يعني خلک پرې پوهېږي هم، افهام و تفهيم پرې هم کېږي، کميونيکېشن پرې هم کېږي او سره د دې چې فرېم هم جوړوي[، خو د ډېرې توجو خبره دا ده چې د ژبې او د نوو څيزونو د زدکړې تر منځه يو نۀ پرېکېدونکے تعلق دے – يعني يو ماشوم يا مونږ ټول، چې سوچ کوو، د ژبې نه بغېر ئې نۀ شو کولے او چې ژبه وايو نو هغه بغېر د سوچ نه نۀ شي کېدې – يعني سوچ او ژبه د يو بل سره لازم او ملزوم دي – نو د درېو، څلورو، پينځو يا شپږو کالو ماشوم سره دا مروجه تعليم وړومبے دا کار وکړي چې د خپلې ژبې د ټولې اثاثې او سرمايې نه ئې قطع کړي. زمونږ چې د باچا خان سکولونو د استاذانو د تربيې کوم پروګرام دے، مونږ هغې کښې پۀ تفصيل سره پۀ دې خبره کوو او زۀ ورته وايم چې هغه ماشوم ته خو ئې مور هم وئيلي وي چې دا پيشو ده، پلار، نيا او نيکۀ ئې هم ورته وئيلي وي چې دا پيشو ده؛ بيا تا ورته پۀ چارټ تصوير جوړ کړے وي او ماشوم ته ووايې چې “ب” نو هغه ووائي “ب” – نو بيا ورته وايې چې دا څۀ دي نو هغه وائي “پيشو” – نو تۀ ورته وايې چې دا خو تا غلط ووې، دا خو “بِلي” ده – نو چې تۀ ورته ووايې چې دا “بلي” ده او تا غلط ووې نو دغه ماشوم خو پۀ تا بلها اعتماد کوي، “پيشو” ته پۀ بلي وئيلو هغه ماشوم سره ابهام پېدا شي، هغه وائي کۀ زما مور پلار او نيا نيکۀ ټول دروغ وائي چې دا پيشو ده؟؟؟ دغه ماشوم د خپلې پوره علمي اثاثې، تاريخ، کلتور او خپل فکر سره بېخي قطع شي. نو پۀ ټوله دنيا کښې خلک دې نتيجې ته رسېدلي دي چې کۀ اولنۍ زدکړې پۀ مورنۍ ژبه کښې نۀ وي نو يو تخليقکار نۀ شي پېدا کېدے، يو سائنسدان نۀ شي پېدا کېدے. تکنالوژيکل اېډوانسډ يورپ او امريکا خو پرېږده چې سريلنکا او کوريا هم دې نتيجې ته رسېدلي دي. کۀ تۀ جاپان کښې يو ماشوم نه تپوس وکړې چې تۀ جاپانۍ ژبه کښې ليکل کولے شې؟ نو هغه به درته حېران حېران وګوري چې دا دے څۀ وائي!!! زۀ چې جاپانے يم نو جاپانۍ کښې به ليکل څنګه نۀ شم کولے؟ جاپانيانو دا خپله ټوېټا (Toyota) کمپني پۀ انګرېزۍ کښې جوړه کړې کۀ پۀ اردو کښې؟ نو د توليد هنر چې کوم دے، هغه د مورنۍ ژبې د منځ نه ويستلو سره د منځ نه وباسي.

    بل ماشوم سره څۀ چل کوي ]زۀ بيا تکراروم چې دا مونږ د څلورو پينځو کالو نه واخله د شپاړس کاله عمر پورې د ماشوم خبره کوو[، زما خيال دا دے چې کۀ سرکاري سکول دے کۀ پرائيوېټ، کۀ مدرسه ده کۀ د رسمي يا غېر رسمي تعليم بله کومه اداره ده، هلته د “ښۀ ماشوم” تصور دا دے چې هغه به غلے وي، پۀ خپله اراده به حرکت نۀ کوي، چرته به ګرځي را ګرځي نۀ؛ نو مونږ وايو چې دا ښۀ ماشوم دے!!! د “ښۀ ماشوم” اصطلاح اورېدو سره زمونږ ذهن کښې دا تصور راشي چې دا ماشوم به غلے وي، سوال به نۀ کوي، بحث به نۀ کوي، تنګول به نۀ کوي – د دې مطلب خو دا دے چې دا به ماشوم نۀ وي، “څيز” به وي. دا به دا ګلاس وي چې پۀ خپله خوښه ئې زۀ راخستے شم، ايښودے شم، پۀ خپله خوښه پۀ کښې څۀ اچولے شم!!! بيا د علم يا تعليم څۀ تصور وي؟

    د علم يا تعليم تصور ئې دا جوړ کړے دے چې دا به يو “څيز” وي، اسمان نه به راغلے وي، استاذ سره به جېب کښې وي او د يو “څيز” پۀ شان به ئې خلکو کښې وېشي – داسې لږ لږ به ئې د چڼو رېوړو پۀ شان تقسيموي.

    نو د “علم” او “ماشوم” دغه تصور يو بل عمل پېدا کوي چې هغې ته “د خاموشۍ کلتور” وائي. نو دا د نصاب او بيا دغسې طريقه د تدريس “د خاموشۍ کلتور” پېدا کوي. دا د ماشوم نه معصوميت وتروړي. ائن سټائن خپل کتاب (The World as I see it) کښې ليکلي دي چې ما نه خلک تپوس وکړي چې دا سائنسدان څنګه پېدا کېږي؟ وې زۀ ورته وايم چې “سائنسدان هغه کس وي چې ځان کښې خپل ماشوم ژوندے وساتي”. ماشوم څۀ کوي؟ ماشوم کښې تجسس وي!!! ماشوم سوړو کښې لاس منډي، د کټونو لاندې ګرځي، ماشوم غائب شي او چې مور ئې لټوي نو د کټ مټ نه لاندې چرته پروت وي. اکثر زمونږ ورک شوي څيزونه هم لاس کښې نيولي راوځي – دلته چې کوم تعليم، يا کوم تدريس، يا کوم کلاس روم، يا کوم ماحول، يا کوم نصاب د ماشوم دغه تجسس وژني؛ هغه اصل کښې د ماشوم commodification کوي، هغه ماشوم نه يو “څيز” جوړوي.

    تاسو وګورئ، دلته چې نهم لسم ته ماشوم رسېږي نو ليک لوست ئې نۀ وي زده، حساب کتاب نۀ ورځي او تجسس ئې ختم وي. د انساني مزغو ډېره لږه فيصدي برخه استعمالوي، کوم ته چې مونږ “حافظه” وايو.

    دا تعليمي نظام چې کوم بل ډېر خطرناک عمل کوي نو هغه دا دے چې ماشوم د خپلې خاورې نه قطع کوي. د پينځم ټولګي د اردو پۀ کتاب کښې يو مضمون دے “خېبر پختونخوا” – د دغه مضمون شروع ئې کړې ده چې “….خیبر پختونخوا میں غیور پختون رہتے ہیں” – نو يو خو دا خبره غلطه ده چې دلته صرف پښتانۀ اوسي، نور هم بلها خلک دلته اوسېږي – بيا دا چې “یہ غیور۔ یہ غیور۔ یہ غیور۔ یہ غیور” – او کله چې اخري پېراګراف ته تلے دے نو ليکلي ئې دي چې “خیبر پختونخوا میں پہاڑ بھی ہیں اور دریا بھی ہیں”!!! او قصه ختمه. دا د تهذيبونو د ختمولو د دوي فارمولا ده. د دومره تهذيبونو موجودګي خو شتمني ده کنه! کۀ بل ملک کښې دومره تهذيبونه وو نو هغوي به ترې ډېره ګټه پورته کړې وه. دا داسې ظالمان دي چې خداے خبر دوي داسې ولې کوي؟ ما به کله کله سوچ کولو چې دوي به پوهېږي نۀ! زما مخکښې دا خيال ؤ چې دوي به نۀ پوهېږي نو ځکه به مونږ پۀ دې Dawn وغېره کښې د انګرېزۍ ارټيکلې ليکلې چې دوي ته خبره ورسي – بيا مې وې چې دا خو يو غېر منظم شکل دے د موقف مخې ته راوستلو، نو يو باقاعده کتاب [Rethinking Education: Critical Discource and Soceity] مې وليکلو او ډېر ښۀ پبلشر [Narratives] چاپ هم کړو. خو بيا چې کله دوي سره زما ناسته وشوه نو پوهه شوم چې دا خو د ناپوهۍ خبره نۀ ده، دا خو د منصوبه بندۍ خبره ده!!! دا خلک غېر سياسي کوي، دا د خلکو دننه “ماشوم” وژني، دا خلکونه توليد وباسي – او چې کله خلکو نه هنر وويستے شي، توليد او سوال وويستے شي نو “د خاموشۍ کلتور” پېدا شي اوبيا دغه حالاتو کښې control اسان شي- نو خلک ئې د خپلې خاورې د تهذيبونو نه قطع کړي دي. دا اوس دوي وائي چې ټووارزم اوکلچر ټووارزم شروع کوو، نو کۀ د دې خاورې ماشومانو ته د “ګندهارا” سېولائزېشن ]دا اوس چې مونږ کوم ځاے ناست يو، دا “ګندهارا” ده[ د شتمنۍ او richness پته ولګي نو هر سېلګرے چې راځي نو دغه ماشومان به ورته هم وئيلے شي چې څۀ دي او چرته دي!!! اوس خو کۀ ترې تپوس وشي نو هغه ماشوم به وائي چې دا خو به خداے خبر چرته وي!!!

    ښه! بيا نصاب کښې ئې ورته اتلان کوم ايښي دي؟ اتلان هغه څوک دي چې چا جنګ کړے دے! سپه سالار اتل وي! چا چې ډېر قتلونه ډېر مرګونه کړي وي – چا چې علم کړے، چا چې ايجاد کړے، چا چې تخليق او توليد کړے، چا چې د امن وکالت کړے او چا چې سياست کړے؛ هغه نصاب نه بهر دي. بيا سکولونو کښې چې د کومو خلکو تصويرونه او اقوال زرين پۀ دېوالونو جوړ وي، نو زۀ چې کله داسې څۀ ووينم نو ورته وايم چې دا خو ټيک دي چې پلانکي رحمة الله علېه دا وئيلي يا پلانکي هغه وئيلي دي؛ خو دا را ته ووايئ چې دا ئې کوم کتاب، کوم ايت يا کوم حديث کښې ليکلي چې خوشحال خټک دا ګناه کړې ده نو د هغۀ شعر به نۀ ليکئ، يا باچا خان دا ګناه کړې ده نو د هغۀ خبره به نۀ ليکئ؟ يعني دا پۀ کوم ايت يا حديث کښې نۀ دي راغلي چې خوشحال خټک يا باچا خان به پۀ کښې نۀ وي، دا د “دوي” کتاب کښې ليکلے شوي دي.

    دې سره، دوي چې کله ماشومان د تهذيبونو نه قطع کړي، هنرونو نه ئې قطع کړي، ژبه ترې واخلي نو دې سره د “اٰمريت” تصور جرړې وکړي – يعني چې د چا سره ډېر طاقت دے، هغۀ ته اختيار حاصل دے. دې سره نا انصافي منځ ته راشي؛ د کلي او د ښار تر منځه نا انصافي، طبقاتي نا انصافي، د ماشومانو هلکانو او جينکو تر منځه نا انصافي – دا ځکه چې دغه نصاب د indoctoration يعني د اٰمريت [authoritarianism] تبليغيات وي.

    د علتونو پۀ حقله خبره کوم – ما ته داسې ښکاري چې نصاب د پاره د ماشومانو جذباتي، جسماني او فکري ضرورتونه پوره کولو د پاره د ماهرينو ضرورت دے او پۀ دې اړه پارلېمان کښې باقاعده مباحثه پکار ده او چې کوم خلک practicing دي، هغه دې مباحثه او نصاب سازۍ کښې شاملول پکار دي. بيا د pedagogy يا تدريس د پاره د استاذانو تربيت ډېر زيات مهم دے – دا on the spot training يا تربيتي سېشنز بېخي اهم دي، د دې د پاره خامخا يو باضابطه سائنسي نظام پکار دے.

    د تعليم مقاصدو کښې چې کوم ابهام دے، پۀ دې ابهام يوه ډېره لويه، پراخه او سنجيده مکالمه پکار ده – يعني چې کوم قسم تعليم، څنګه تعليم، د چا د پاره، او ولې –

    د دې بحث نه پس، مونږ دا ګڼو چې د موجودخ نصاب او تعليمي نظام متبادل پکار دے – د متبادلاتو د پاره مونږ حکومت کښې هم کوشش وکړو، بابک صاحب تاسو ته قصۍ وکړې، سياسي حواله باندې هم کوشش کوو، خو تر څو پورې چې دې د پاره ماډل نۀ ؤ، دا ممکن نۀ وو چې مونږ ورته ښودلے شوے وے – نو يو خو ماډل مخې ته راوستل وو، يو د مفکورې تصور هم قائمول وو، او يو ماډل هم دې رياست ته ورکول وو؛ د دې د وجې نه باچا خان سکولونه منځ ته راغلل. دې کښې د هغه ټولو ضروري څيزونو خيال ساتلے شوے دے – مثلاً د بورډ د نصاب ضرورتونه پوره کولو سره د متبادل ماډل ځاے کولو د پاره مونږ د نصاب تدريس طريقه بدله کړه – باچا خان سکولونو کښې لېکچرې نشته، باچا خان سکولونو کښې مکالمه ده او د هغې د پاره مو د استاذانو د تربيت يو پوره نظام جوړ کړے دے. چې څوک ئې هم ليدل غواړي تاسو ټولو ملګرو کښې، او کۀ Live راځي او تاسو وېډيو چلوئ )او څوک چې دا “پښتون” کښې لولئ هم – “پښتون”(، هغه ټولو ملګرو ته وايم چې کوم کوم ځاے کښې باچا خان سکولونه دي، تاسو ټول پۀ اعتماد سره ورتلے شئ، د پرنسپل پۀ اجازت تاسو ماشومانو سره ملاوېدے هم شئ او کتے هم شئ، چې هغه ماشومانو کښې او زمونږ پۀ عامو ماشومانو کښې فرق څۀ دے؟ تاسو به ووينئ چې دغه ماشومان د خاموشۍ د کلتور وهلي ماشومان نۀ دي، دا د خپلې ژبې نه قطع کړے شوي ماشومان نۀ دي، دا د خپل تهذيب نه شوکولے شوي ماشومان نۀ دي، تر ټولو مهمه دا چې د خپل قام او خپلې خاورې نه نۀ دي قطع، دوي ته پته ده چې دا ټول قام او قامي مفکوره څۀ ده، او دوي د سرګرميو پۀ ذريعه د زدکړې يوه پوره هڅه لري – هغوي کښې تجسس نۀ دے مړ – چې کوم کوم ملګري تلي دي باچا خان سکول ته، هغوي به درله د دې ګواهي درکړي.

    باچا خان سکولونو کښې مو داسې ماحول جوړ کړے دے چې هغه د تشدد نه بېخي پاک دے – د جسماني سزا خو سوال نۀ پېدا کېږي، خو کۀ څوک چا ته پۀ سخته خبره هم وکړي نو دا ګناه کبيره ګڼلې کېږي. د دې د پاره مونږ يو باقاعده نظام جوړ کړے دے چې څنګه به د باچا خان سکولونو د ماشومانو، د هغوي د والدېنو او د استاذانو تر منځه مستقل مکالمه کېږي. اکثر مور پلار راشي وائي چې دا ماشوم مو راله بد تميزه کړو؛ مونږ ورته وايو چې مونږ ترې هم دغه جوړول غواړو، د دې مطلب دا شو چې مونږ کامياب شو. مونږ خو د عدم تشدد نه ډک، د ايجاد او توليد خواهش لرونکے او د خپل قام او وطن مينه لرونکے انسان ترې جوړول غواړو، شريف ترې بېخي نۀ جوړوو چې صرف نوکري کوي – د دې د پاره مونږ هنرونه نصاب کښې شامل کړي دي چې دے پۀ خپلو پښو ولاړ وي. نو مونږ ويژول اٰرټس، پرفارنګ اٰرټس، کرافټس، فوکلور، الېکټرانکس او داسې نور هنرونه شامل کړي دي. د امن او مکالمې د پاره د ماشومانو باقاعده فکري او اخلاقي تربيت کېږي. هغې کښې “باچا خان سلېبس” هم شامل دے. اولنۍ زدکړې کليتاً پۀ پښتو کښې کېږي، وروستو بيا پښتو، انګرېزي او اردو د لازمي مضامينو پۀ حېث ښودلې کېږي او هغې د پاره مو د استاذانو د تربيت مکمل نظام جوړ کړے دے.

    اخري خبره کول غواړم – د دې مطلب بېخي دا نۀ دے چې مونږ يو خېراتي نظام جوړ کړے دے، چې ګنې ټول خو نۀ شو کولے نو ځکه به څو غريبانانو ماشومانو ته تعليم ورکړو – کۀ دا مقصد هم پۀ کښې تر يوۀ حده پوره کېږي نو دا ښه خبره ده – مقصد بېخي دا نۀ دے؛ مقصد دے “متبادل” – رياست بايد چې دغه متبادل باندې مونږ سره مکالمه وکړي، مونږ ورسره مکالمې ته تيار یو – کۀ رياست مکالمه نۀ کوي نو مونږ به دا خپل فکري ارزښت ژوندے ساتو، دا تسلسل به ژوندے ساتو او د فکري، قامي او ټولنيزې خپلواکۍ د پاره به خپلې هڅې جاري ساتو. نو د دې نه دا هرګز مطلب نۀ دے چې مونږ د رياست نه دا ذمه واري اخستل غواړو. د رياست دا ذمه واري ده چې ماشوم ته سبق وښائي، دا د ماشوم ائيني حق دے او مونږ به کله هم رياست دې ته پرې نۀ ږدو چې دغه حق نه فرار وکړي –

    د باچا خان سکولونو سره مرسته کۀ پۀ نورو طريقو تاسو کول غواړئ، بېخي ئې وکړئ، خو تر ټولو غټه مرسته دا ده چې کوم کوم ځاے کښې د باچا خان سکولونه دي؛ پۀ ټل کښې يو باچا خان سکول دے، دوه کرک کښې دي، دوه پېښور کښې، چارسده، صوابۍ او مردان کښې يو يو سکول دے، ملاکنډ کښې دوه، سوات، دير او چترال کښې يو يو سکول دے، اوس پۀ ژوب او لورا لائي کښې يو يو باچا خان سکول خلاص شو، را روان کال له به چمن کښې باچا خان سکول خلاص شي؛ نو کوم کوم ځاے کښې چې باچا خان سکولونه دي، خپل بچي، خپل واړۀ، د خپلو خپلوانو واړۀ، د ملګرو دوستانو واړۀ پۀ باچا خان سکولونو کښې داخل کړئ چې دا عمل پراخه شي – زما پۀ خيال باچا خان سکولونو سره تر ټولو غټه مرسته دغه ده چې مونږ خپل واړۀ دغلته داخل کړو.

    سيد اختر علي شاه:

    ما د پاره دا د ډېر اعزاز او فخر خبره ده چې زۀ نن د يو داسې شخصيت، چې د پښتنو پۀ قومي تحریک او د برصغير پاک و هند پۀ سياست باندې ئې ډېر لوے نقوش پرېښي دي – خان عبدالولي خان د پښتون قوم پرستۍ پۀ وجه يادېږي، خو ورسره ورسره د هغۀ فکر کښې يو افاقيت هم ؤ؛ نو زۀ نن د مشر سېکرتر نه خصوصي اجازت اخلم چې زۀ خپله دا مقاله پۀ اردو کښې پېش کړم چې د ملک نورو برخو ته هم دا اواز ورسي چې “د ولي خان سياسي بصيرت” څۀ ؤ؟

    د ښاغلي شاه صاحب دغه مقاله تاسو پۀ دې برېښنائي درک نېغ پۀ نېغ ليدلې او اورېدلې شئ:

    https://www.facebook.com/ANPMarkaz/videos/486704125369068/

    پۀ اردو کښې لوستلو د پاره د ورځپاڼې “شهباز” برېښنائي درک: https://dailyshahbaz.com/editorial/29421

    خان زمان کاکړ:

    “باچا خان څۀ ډول ټولنه غوښته؟”

    پۀ سر کښې، زۀ شخصاً د “ټولنې” دې ټکي سره ډېر زيات متفق نۀ یم – دا موضوع ما خپله نۀ ده ټاکلې، ما ته راکړې شوې ده – داسې نۀ ده چې زۀ د دې ټکي )ټولنه( پۀ استعمال بندېز لګول غواړم. ما ته داسې ښکاري چې پۀ تېره نيمه پېړۍ کښې پۀ انټرنېشنل اکېډيميا او پۀ انټلکچول يونيورس کښې پۀ دې باندې ډېر زيات زور ورکړے شوے دے چې پۀ څۀ ډول د “قام” او “کلاس” تصور د “ټولنې” (soceity) پۀ ذريعه replace کړے شي. دوي پۀ دې ذريعه د يو قام پۀ منځ کښې “تضادات” پټول غواړي. کله چې څوک “Pashtun Soceity” ووائي نو دا ما ته څۀ apeal نۀ کوي – “پښتنه ټولنه” څۀ monolith نۀ دے، دا د تضاداتو يوه مجموعه ده؛ خو دغه اصطلاح سره مختلف خويونه او فعلونه پۀ مجموع کښې generalize کېږي او ټول پښتون قام پسې د “پشتون سوسائټي” پۀ نوم تړلے کېږي چې دا ډېر زيات خطرناک عمل دے!!! د دغسې څو خبرو پۀ وسيله باندې دوي پښتون قام مغلوب ساتلے شي.

    اوس دې خبرې له راځو چې باچا خان څۀ ډول ټولنه غوښته؟ پۀ لنډو ټکو کښې، باچا خان داسې ټولنه نۀ غوښته، کومه چې لارډ ماونټ بېټن غوښته، جناح قائد اعظم غوښته، جواهر لال نهرو او سردار پټېل، علي قلي خان او ضياء الحق غوښته. باچا خان د دغه ټولو متضاد يو تصور لرلو!!! ګلبدين حکمتيار چې د ټولنې کوم تصور لرلو، هغه شان ټولنه ئې هم نۀ غوښتله – دا حساسيت هم بايد ستاسو پۀ ذهن کښې وي چې د نور محمد تره کي او د افضل بنګښ پۀ شان ئې هم نۀ غوښتله – د هغۀ د ټولنې د جوړښت خپل يو تصور ؤ. خو دلته دا هم پۀ ياد ساتل پکار دي چې باچا خان چې پۀ کومه ټولنه کښې ظهور کوي، هغه ټولنه جوړه شوې وه – ټولنه څۀ شے دے؟ د ټولنې چې کوم عمومي تصور دے، هغه ardent community ته وئيل کېږي؛ چې د خلکو تر منځ کومې جوختې اړيکې (sustained interaction) وي، دې ته ټولنه وئيلې شي. دا ترتيب لۀ کومې خوا راځي؟ interaction څوک جوړوي؟ ایا کومې ټولنې ته چې باچا خان راغے، دا د خلکو پۀ خپله خوښه جوړ شوے interaction ؤ؟ يا دا هغه ترتيب ؤ چې خلکو پۀ خپله خوښه منځ ته راوړے ؤ؟ کۀ نه د تاريخ پۀ يو اوږدۀ تسلسل کښې پۀ دوي باندې تپل شوے ترتيب او انټرېکشن ؤ؟ د کوم norms، کوم values، کومو ضابطو، کومو قوانينو، کومو مذاهبو او کوم کلتور چې پښتنو د باچا خان پۀ وخت کښې پېروي کوله، ایا دا د دوي خپل وو کۀ نه دوي ته ورکړے شوي يا پۀ جبر، زور او استبداد پۀ دوي تپلے شوي وو؟ نو باچا خان يوې داسې ټولنې ته راځي او د هغې بدلول غواړي کومه چې د استعمار د ډېرو منظمو پاليسيو پۀ نتيجه کښې منځ ته راغلې وه. دغه ټولنه د باچا خان خوښه نۀ وه، پۀ هېڅ لحاظ ئې خوښه نۀ وه!!!

    پۀ هغه ټولنه کښې څۀ وو؟ هغې کښې استعماريت د يو منظم نظام پۀ حېثيت موجود ؤ، قبيلويت پۀ کښې هم د دغه استعماريت برقرار ساتلو د پاره instumentalise کړے شوے ؤ – بايد زۀ دا يادونه هم وکړم چې د قبيلوي نظام پۀ حقله، چونکې دغه instumentalization of tribalism مونږ ډېر زيات تنګ کړي يو نو مونږ د دې ټول نظام کږل شروع کړي دي، دې پۀ خپل وخت کښې ډېر مؤثر رول ادا کړے دے، چې کله کالونيلزم يعني برطانوي استعمار دې خطې ته راغے، هغوي د پښتنو دغه ضابطه يعني قبيلويت لۀ توانه وغورځوله، هغې دا توان نۀ لرلو چې د يو منظم استعماريت مقابله وکړي، د يو منظم رياست مقابله وکړي. هغوي دغه څيزونه instrumentalise کړل د کوم پۀ ذريعه چې دوي د پښتنو اجتماعي منظم حرکت خاموشه او مغلوب ساتلے شو.

    د مثال پۀ توګه، جرګه چې د پښتنو د روايت يوه نخښه ده، دا قبيلوي نۀ conventional ده، دا چې ورته قبيلوي جرګه يا نور ټکي کارېږي نو دا هم زمونږ الفاظ نۀ دي، دا هم د دغه استعمار لۀ خوا مونږ ته راکړے شوي – د قبيلوي نه ئې مطلب دا وي چې څوک د تهذيب لۀ مرکزه لرې وي، هغو ته tribal وائي!!! اوس دا به څوک ثابتوي چې “تهذيب” دے څۀ؟ يعني دا تۀ چې څنګه ژوند کوې، دغه تهذيب دے او زۀ چې ئې کوم، دا تهذيب نۀ دے؟ دا پېمانه د چا سره ده؟ د مثال پۀ توګه، زۀ کرسۍ کښې نۀ کښېنم، پۀ زمکه کښېنم، نو دا تهذيب نۀ دے؟ زۀ mineral water نۀ څښکمه نو دا تهذيب نۀ دے؟ زما سيمه کښې چې خلک يو بل سره بدۍ کوي او هغه هم داسې چې there is a peace in fudes، يعني زۀ تا ته نقصان ځکه نۀ شم در رسولے چې سبا تۀ ما ته نقصان رسوې؛ زۀ دا glorify کوم نۀ، مثال کښې خبره کوم، نو دغه peace in fudes هم دوي ته بې تهذيبي ښکاري – خو دے دې پۀ لکهونو خلک وژني او مهذب دې وي؟؟؟ د پښتنو د ټول تاريخ، بلکې صرف پښتانۀ نۀ، د دې سيمې ټولو قامونو چې دې خطه کښې اوسي، څومره violence چې دوي خپل منځ کښې کړے دے، دا وړې وړې بدۍ، دښمنۍ، لښکرکشۍ؛ دا ټول سر ه جمع کړه نو هم د دوي صرف د وړومبي او دوېم نړيوال جنګونو پۀ violence کښې شوي قتل عام او تباهۍ ته رسېدل خو څۀ چې د هغې شلمه حصه به هم نۀ وي – خو دا بد تهذيبي ده او هغه تهذيب دے؟؟؟

    سوال دا دے چې هغه سائنس، هغه علم، هغه reasoning، enlightment پۀ هاغه ټولنه کښې څومره امن وساتۀ؟ څومره ئې د انسان وينه مقدسه کړله؟ او هغې پۀ دې نوره دنيا کښې د انساني وينې، ژوند، خپلواکۍ، حقونو څومره تحفظ وکړو؟ هغه خلک راغلل، دلته ئې د باچا خان ټولنه او قام غلام کړل او دلته ئې يو خاص قسم ټولنه جوړه کړله – يوه داسې ټولنه چې پۀ کښې د خپلو صلاحيتونو د ترقۍ امکان او ګنجائش پاتې نۀ شو، يوه داسې ټولنه چې هغې کښې د اجتماعي او قامي حرکتونو امکان ئې تر يوۀ خطرناکه حده پورې reduce کړو، يوه داسې ټولنه چې هغې کښې د ګټې د پاره د يو بل انسان وينه تويول اسان او ارزان کړے شول، يوه داسې ټولنه چې هغه ئې لۀ خپل تاريخي او مورني پلرني مرکز څخه بېله کړله او داسې ئې بېله کړله لکه چې هغه دروېش صاحب وائي:

    د دې پردي دېوال سايې داسې پردي کړو چې اوس
    نۀ د پلار سيورے يادوو، نۀ د ورور څنګ، دروېشه!

    داسې يوه ټولنه ئې جوړه کړله چې د مرکزي اېشياء يو قام ئې ټول پۀ ټوله د جنوبي اېشياء سره وتړلو، د دې مخ ئې د دهلي پۀ طرف کړو، د دې مخ ئې د پېنډۍ او اسلام اباد پۀ طرف کړو – او چا چې د دې دهلي، پېنډۍ او اسلام اباد پۀ ځاے باندې خپلو تاريخي بنيادونو خپل تاريخي مرکز ته مخ اړول غوښتل، هغه پۀ تخريب کار او دهشتګرد باندې ونومل شول، غدار ورته ووئيلے شول او دا د غدار او دهشتګرد تورونه صرف او صرف د استعماريت پرکټي پاکستان پۀ دغه خلکو ولګول. د کومو الزامونو ابتداء چې انګرېز استعمار کړې وه، دوي ښۀ پۀ ايماندارۍ سره هغه پوره کړې ده. باچا خان داسې ټولنه غوښته چې هغه پۀ جبر منحصره نۀ وي – د کاروبار، د روزګار د وسيلو، د حکومت او حکومتولۍ د پاره پۀ بل چا dependent نۀ وي. دوي چې پۀ خپله څنګه ژوند کول غواړي، څنګه اقتصاد کول غواړي، هغه شان دې کوي – د دې تحريک موقف دا دے چې “دا د پټي د ملکيت جنګ دے، اول به پټے ګټو نو بيا به فېصله کوو چې دې کښې د کوم فصل تخم کرو. چې پټے مو نۀ وي ګټلے، پۀ تخم او فصل د خبرې هېڅ ضرورت نشته.”څوک وائي دلته شريعت پکار دے، څوک وائي سوشلزم پکار دے، څوک وائي دا څوک وائي هغه پکار دے – ستا وطن د بل چا پۀ ولقه کښې دے، پۀ دې کښې د دې بحث فېصله تۀ نۀ شې کولې – دا چې د چا پۀ قبضه کښې دے، هم هغه به فېصله کوي چې پۀ تا باندې به حکمران عمران خان وي کۀ اېم اېم اے کۀ قيوم خان کۀ فضلولا کۀ حکيمولا کۀ طارق جميل کۀ بل کۀ بل – دا فېصله به د قابض لاس کښې وي او چې تر څو تا اختيار نۀ وي اخستے، فېصله به د بل وي. د باچا خان د تحريک د دې نعرې چې “خپله خاوره خپل اختيار”، دا چې تر اوسه روانه ده، د دې مطلب دغه اختیار لاس ته راوړل دي او چې کله مو دا خاوره خپل لاس ته راوړه، بيا به سره کښېنو او بيا به د تخم او فصل فېصله کولې شو.

    باچا خان چې کومه ټولنه غوښته، د هغې د باره بنيادي نکته خپلواکي ده – پۀ دې بايد مونږ ډېر واضحه يو چې د څۀ خپلواکي؟ د هر بهرني تاړاک، د هرې بهرنۍ قبضې، د هرې بهرنۍ authority او power څخه ازادي!!! د باچا خان پۀ وخت کښې پېرنګے ؤ، باچا خان د هغۀ نه ازادي غوښته – بيا هم د باچا خان پۀ ژوند کښې د انګرېز پۀ منصب باندې پنجابے او مهاجر کښېناستل او نن مونږ پۀ داسې دور کښې اوسو چې هغه مهاجر ئې هم تر ډېره حده پورې د دې نه لرې کړے دے او صرف د پنجابي تسلط (hegemony) ده، د پنجابي غلامي ده، لۀ دې خپلواکي – پۀ دې باندې د باچا خان د تحريک هر غړے بايد انتهائي clear وي، پۀ دې کښې دوېمه خبره شته نۀ او زۀ دا چېلنج کوم چې کۀ څوک يو بل وضاحت کول غواړي چې نه! پنجابے نۀ، يو بل څۀ، نو زۀ لۀ يو بل کتاب څخه يا د يو بل علمي source څخه حواله نۀ ورکوم، د باچا خان پۀ خپل کتاب پۀ خپلو ليکنو باندې زۀ دا ور ثابتولے شم چې د باچا خان دښمن د انګرېز نه پس پنجابے ؤ – دوېم، کومه ټولنه چې باچاخان غوښته، دا به پۀ عدم تشدد باندې ولاړه ټولنه وي. عدم تشدد هم خلکو reduce کړے دے، لکه زۀ به د يوې مغالطې ذکر وکړم – زۀ داسې اورم، داسې وينم چې “عدم تشدد” د “امن” سره کنفيوز کړے شوے دے چې د عدم تشدد مطلب دے امن – نه! – امن د باچا خان د عدم تشدد يو ډېر وړوکے عنصر دے. امن څۀ شے دے؟ باچا خان پۀ غلامۍ کښې امن نۀ غوښتو. باچا خان چې کوم احتجاج کولو، کوم مزاحمت ئې کولو، پۀ هغې کښې د وينو د توئېدلو امکان ډېر زيات ؤ – پېرنګيانو د پښتنو وينې توې هم کړلې. باچا خان کۀ امن غوښتلو نو دغه کار به ئې نۀ کولو، بابړه کښې به دومره خلک نۀ شهيدان کېدل، پۀ قصه خوانۍ کښې به نۀ کېدل، پۀ ټکر او هتيخېلو کښې به نۀ کېدل!!! هغۀ چې دا مزاحمت کولو نو دا ئې پۀ کښې ليدل چې پۀ دې کښې دا خطره شته چې انساني ځانونه به پۀ کښې ځي؛ خو ضائع کېږي به نۀ، هغه به يوه value لري، هغه به يو ارمان او مقصد د پاره وي – دغسې د امن دا اوسنے dominant تصور چې دے، دا د باچا خان د امن تصور نۀ دے. دلته امن صرف او صرف دې ته وئيلے شي چې وينې دې نۀ توئېږي، بم دې نۀ خلاصېږي – د باچا خان امن لۀ ځانګړيو اقتصادي او سياسي حالاتو سره تړلے ؤ – داسې حالات چې پۀ هغې کښې د خلکو پۀ خپله خاوره باندې خپل اختيار وي، سپوره وي کۀ پوره پۀ شريکه وي، د نر او د ښځې امتياز نۀ وي، خلک د خپل تاريخ خپلې خاورې پۀ علومو ]دا چې مخکښې سېشن کښې پرې خبرې وشوې[ برخمن وي؛ دې ته “امن” وائي – بيا د جنګ ضرورت پۀ کښې پېښېږي نۀ، جنګ به ولې کېږي؟ چې خلکو ته خپله زمکه باندې اختيار حاصل وي، خلک ډوډۍ ولري، خلک خپل تعليم لري، د خپلې خاورې او خپل تاريخ د علم څخه برخمن وي، بيا به جنګ د څۀ د پاره کوي؟؟؟ جنګ خو د خلکو منځ کښې ځکه کېږي چې دا غلامي چې ده، نا انصافي چې ده، دا چې استحصال دے، غربت دے؛ نو جنګونه ځکه دي – او جنګ کښې چې کوم منظم تشدد (organized violence) دے، دا سرمايه دار خلک کوي. د دې منظم تشدد خلاف د غريبانو لږ ډېر غبرګون يا مزاحمت چې وي، دوي ئې دومره بدنام کړي چې د هغې بۀ بنياد باندې د قامونو د سياستونو legitimacy ختمه کړي. لکه د مثال پۀ توګه، د بلوڅو تشدد او د رياستِ پاکستان تشدد، دا به څوک څنګه برابر ثابت کړي؟ د جنګ جواز ته کتل پکار دي.

    باچا خان داسې يو field متعارف کړو چې پۀ هغې کښې د عدم تشدد او عدم خشونت پۀ لار باندې يوه داسې ټولنه را منځ ته کېدې شي چې هغه ټوله به لۀ هر ډول جبر، استحصال، استبداد، محکوميت، امتياز او تشدد څخه ازاده وي. باچا خان چې به وې “د صبر جنګ”، د صبر د جنګ دا مطلب قطعاً نۀ دے چې غلامي، جبر او استحصال دې برداشت کړے شي – دې څخه ئې دا مطلب ؤ چې پۀ دغه لار باندې کومې ستړې پېښېږي، هغه زغمل پکار دي، پۀ دې کښې ستړي کېدل نۀ دي پکار. زۀ دلته خلک وينمه، پۀ يو الېکشن کښې ورته ټکټ نۀ شي ملاو، ګوند پرېږدي؛ دا د باچا خان پېروکار نۀ دي؛ باچا خان داسې ټولنه نۀ غوښته چې پۀ تا کښې دومره صبر نشته چې يو ځل درته ټکټ ملاو نۀ شي نو ګوند پرېږدې!!! د باچا خان چې د ټولنې کوم تصور ؤ، پۀ هغې کښې شايد لس پرله پسې الېکشنونو کښې هم درته ټکټ نۀ شي ملاو. البته کۀ دننه بې انصافي کېږي نو بيا ودرېدل پکار دي. د باچا خان د ټولنې دا هم اهم خصوصيت ؤ چې هغه صرف د بهرنۍ نا انصافۍ خلاف نۀ جنګېدو، دننه هم چې کومې نا انصافۍ موجودې وې، د هغې خلاف ئې هم جدوجهد جاري ساتلو. پۀ تحريک کښې دننه هم يو struggle وي او بهر هم وي.

    ما د تنظيم خبره وکړه، باچا خان يوه داسې ټولنه غوښته چې هغه تنظيم هم ولري. هغه اول سړے ؤ چې دې قام ته ئې تنظيم ورکړے ؤ. يوه ډېره لويه مغالطه د دې سټېجونو څخه هم کله کله خورېږي چې باچا خان خو سياسي سړے نۀ ؤ، هغه خو يو سوشل رېفارمر ؤ او مونږ ته دې دا هم پته وي چې د سوشل ورکر تصور پۀ اوسني وخت کښې پۀ څۀ ډول Ngonize کړے شوے دے!!! يعني دغه نزاکت ته مونږ اکثر پۀ کښې و نۀ ګورو. د باچا خان پۀ وخت کښې سماجي او ټولنيز کار څۀ ته وئيلے کېدو او نن سبا ټولنيز کار څۀ ته وائي؛ مونږ دې ته نۀ ګورو او هغه يو ټکے را واخلو – باچا خان د خپل وخت تر ټولو لوے سياسي سړے ؤ. بلکې زۀ خو دا وايم چې “باچا خان د روشن فکره قام پرست ملي مترقي سياست پلار ؤ.” باچا خان ته غېر سياسي سړے وئيل د باچا خان شخصيت، نظريه او کردار پۀ انتهائي افسوسناکه طريقه باندې reduce کوي او ډېرې لويې مغالطې زېږوي. دا کار د دې د پاره کېږي چې د باچا خان د مفکورې او legacy سره چې کوم ګوند تړلے دے، دا د دې ګوند پۀ ځاے باندې کومې اېن جي او کوم بل چا ته حواله کړي. رياستِ پاکستان غواړي دا چې د دې ګوند زور ختم کړي. نن دې مونږ د باچا خان او ولي خان دا تصويرونه لۀ دې ځايه لرې کړو، مونږ دې دا مفکوره او خبره پرېږده، زۀ تاسو ته پۀ يقين سره وايم د عوامي نېشنل ګوند پۀ يو کارکن باندې به يوه پټاخه هم څوک ور و نۀ غورځوي!!! ځکه چې باچا خان چې کومه ټولنه غوښته، هغه ټولنه د دې رياستِ پاکستان د پاليسۍ مکمل ضد ټولنه وه. دا state پۀ violence باندې ولاړ دے، جنګي اقتصاد باندې ولاړ دے، دا پۀ coersion باندې ولاړ دے؛ چې د باچا خان پۀ فکر او فلسفه کښېې دا انتهائي کږل شوي شيونه دي، هغۀ دا شيونه نۀ غوښتل.

    دا چې کوم تشدد کېږي، دا د عدم تشدد د نۀ برداشت پۀ وجه کېږي، دغه لوے سړے چې ټول عمر ئې پۀ جېل کښې او هغه هم پۀ سي کلاس کمره کښې وساتلو، د اخلاقي قېديانو کمره کښې، ئې پۀ قېدونو پۀ اسانه co-opt نۀ کړے شو – جېل کښې دننه به هغه پۀ توره بوږنوونکې کوټنۍ کښې ؤ خو بهر د خلکو د ذهنونو او زړونو تر ټولو اوچته ماڼۍ کښې ناست ؤ. چې پۀ دغه جېلونو او تشدد ئې co-opt نۀ کړے شو، اوس نو دغه طريقه ده چې د باچا خان هغه ټول “سياسي شخصيت” مسخ کړي او لۀ دۀ يو سوشل رېفارمر (social reformer) جوړ کړي، لۀ دۀ عبدالستار اېدهي جوړ کړي!!! باچا خان عبدالستار اېدهي نۀ ؤ، د باچا خان ماډل د عبدالستار اېدهي بالکل ضد ماډل دے. د باچا خان د ټولنيزې اصلاح چې کوم کار ؤ، دا د دۀ د سياست يوه ډېره وړه برخه وه. دا د باچا خان د سياست يو تکنيک ؤ. زۀ دعويٰ کوم چې دا ټولنې ته د ځان داخلولو يو تکنيک ؤ. د باچا خان د ټولنيزې اصلاح تصور غېر سياسي (depoliticize) کول داسې دي لکه دا وخت چې خلک غربت غېر سياسي کول غواړي او وائي چې “غربت ځکه دے چې خلک نا اهله دي، جاهله دي، يا وسائل نشته. وائي ابادي زياته ده او وسائل کم دي – باچا خان پۀ دې باندې ډېر clear ؤ چې غربت لۀ دې وجې نۀ دے چې ابادي زياته او وسائل کم دي، وسائل اوس هم تر ابادۍ څو چنده زيات دي، مسئله دا ده چې وسائل د يو څو لاسونو پۀ قبضه کښې دي. د دې څو لاسونو د قبضې څخه دا وسائل را ازادول غواړي او دا د باچا خان سوچ ؤ. باچا خان داسې ټولنه غوښته چې خپل وسائل خپل لاس ته راوړي، پۀ ځاے د دې چې هغه د يو رياست، يو څو کسانو پۀ قبضه کښې وي او يا اوس د يو څو کمپنيانو پۀ قبضه کښې دي. چې کله دا وسائل د خلکو پۀ لاس کښې وي، تقسيم منصفانه وي – يعني دوه خبرې: يو شناخت (politics of recognition) چې خلک خپل تاريخي شناخت ولري، خپل نوم ولري – د مثال پۀ توګه “پښتونخوا” نوم – دوېم د وسائلو تقسيم (politics of redistribution) چې د تقسيم نظام نهايت منصفانه وي، چې دې کښې طبقاتي توپير نۀ وي چې څوک ښکته او څوک باندې. د باچا خان تصور ؤ چې کومه ټولنه کښې دغه دوه خبرې ضمانت شي نو هغه ټولنه به سالمه، انسان دوسته او د پرمختګ ډېرې مواقع لرونکې ټولنه وي او هغه ټوله به دا صلاحيت لري چې خپل نصاب او کتاب ولري، خپل استاد ولري، پۀ کوم اکسفورډ يا ډوګر ګائيډ به منحصره ټولنه نۀ وي.

    زۀ خبره راغونډوم – باچا خان چې کومه ټولنه غوښته، هغې د پاره هغۀ خپل تحريک له درې اساسي نکتې ټاکلې وې: (1 اصلاح [Reforms]، (2 احتجاج [Protest] او (3 پارلېمان [Parliament] – د دغسې يوې ټولنې را منځ ته کولو د پاره هغۀ يو مېدان هم نۀ پرېښودلو. يعني پۀ اصلاً “باچا خان قام جوړول غوښتل” – دا د قام جوړولو process ؤ – “قام” جوړول او د قام د پاره “قامي تحریک” جوړول د څۀ د پاره وو؟ د خپل “قامي رياست” د پاره!!! کومه قامپرستي يا کوم Nationalism چې د خپل قامي رياست تصور و نۀ لري، زۀ دغه قام پرستي نۀ ګڼم. ما ته نۀ ښکاري چې باچا خان هم دغسې ته چرته قامپرستي وئيلې وي. يعني “قام پۀ شريک کلتور، تاريخ، ژبه نۀ جوړېږي؛ دې کښې يو بل عنصر ډېر اهم دے – شريک اقتدار – ” ایا مونږ ئې لرو؟ نه! –

    نو باچا خان چې څنګه ټولنه غوښته، هغه نۀ ده جوړه شوې – نو زۀ دا خبره ډېره واضحه کول غواړم چې باچا خان څنګه ټولنه غوښته، چې هغه جوړه شي، هغه يواځې او يواځې، د پاکستان خبره نۀ کوم، پۀ دې ټوله دنيا کښې يو نضهت دے چې دغه ټولنه جوړول غواړي – د هغه نضهت نوم دے “عوامي نېشنل پارټي”.

     

  • د خوشحال خټک د اېتهيکل کنټريبيوشن جائزه – بېدار اصلزے

    تېر کال (2019) د فرورۍ د “پښتون” پۀ ګڼه کښې زما يوه ليکنه د خوشحال خان خټک د اېتهيکل کنټريبيوشن (Ethical Contribution) پۀ حوالې سره چاپ شوې وه، پۀ کومه کښې چې مونږ د هغۀ د اېتهکس يا د اېتهيکل کنټريبيوشن پۀ حقله د شوي کار تنقيدي جائزه اخستې وه. پۀ هغه ليکنه کښې مونږ د اېتهکس عمومي تعارف سره سره د فلسفې پۀ دې برخه کښې د خوشحال ارزښت پۀ ګوته کړے ؤ او هم داسې د بېلابېلو پوهانو کړي کار ته مو نظر کړے ؤ. د هغه ليک خوشبينه اړخ دا ؤ چې مونږ ته ئې لږ تر لږه دا پۀ ګوته کړل چې د خوشحال خټک دا اړخ کله هم د پامه نۀ دے غورځول شوے، خو ولې دې بل اړخ ته پۀ کښې تشويش دا څرګند کړے شوے ؤ چې پۀ دې لړ کښې منظم کار ته لا اړتيا شته. زما د هغه ليک نه چې چا هر څۀ مطلب اخستے وي، وي به، خو زما يواځېنے هدف هم دغه تشويش پۀ ګوته کول وو، څو د خوشحال پۀ دې اړخ يو څۀ منظم کار وشي. زما دا ليکنه اوس هم د دې هدف د ترلاسه کولو دوېمه هڅه ده چې حرف اخر به کله هم نۀ وي.

    د خوشحال خټک د اېتهيکل کنټريبيوشن د را برڅېره کولو د پاره بايد مونږ “دستار نامه” د اساسي سرچينې پۀ توګه واخلو او د هغۀ شاعري پۀ دې لړ کښې د هم دې سرچينې مرستندويه وګڼو، د کومې چې به هرګز دا مطلب نۀ وي چې مونږ ګنې د هغۀ شاعري د دستار نامې پۀ مقابله کښې ثانوي ګڼو. د خوشحال ټول تخليق د خوشحال تخليق دے؛ پۀ دې کښې پاس کوز نشته، البته د تنقيدي پېمانو تر مخه يو څۀ داسې امتيازي رويه ممکنه ده. دلته د داسې کولو پۀ شا زما غرض فقط هم دا دے چې خوشحال خټک چې پۀ خپلې شاعرۍ کښې ئې پۀ بېلابېلو نورو موضوعاتو هم ليکل کړي دي، خو ولې “دستار نامه” مونږ ته پۀ بشپړه توګه د هغۀ اېتهيکل کنټريبيوشن را پېژني. پۀ دې لړ کښې يوه بله نکته هم بايد زمونږ پۀ پام کښې وي چې د خوشحال خټک اېتهکس د پښتونولۍ او اسلامي اېتهکس غوندې د دوو کوډونو يو شريک امتزاج دے او بيا کۀ “پښتونولي” ده او کۀ اسلامي اېتهکس، د خوشحال پۀ زمانه کښې خپل عروج ته رسيدلي وو؛ پښتونولۍ د “پښتون نېشنلزم” پۀ وجه خپله قبائلي بڼه بائيلله او د پښتنو يو اجتماعي کوډ شکل ئې خپلولو نو بل خوا اسلام هم خپلې علمي زرينې دورې نه ډېر څۀ خپلې لمنې ته راټول کړي وو او پۀ دې هر څۀ نۀ يواځې دا چې خوشحال خبر ؤ بلکې پۀ دې کښې ئې يو کليدي رول هم لوبولو. دې سره تړلې يوه بله نکته دا هم بايد زمونږ پۀ پام کښې وي چې پښتونولي چې د سوکاله باهمي ژوند د کولو لارې چارې، نرخونه او قدرونه دي چې قامي اجتماعي تجربو نه ورځ تر ورځې بشپړه کېږي او اسلامي اېتهکس چې د مسلمانانو متکلمينو او فلسفيانو بحثونو لا شته کړے ؤ، چرته چې د قران او حديث تر څنګ يوناني فلسفيانه اېتهکس خصوصاً د پلېټو (Plato) او د ارسټوټل (Aristotle) اغېزې هم پۀ خپل رنګ کښې اخستے ؤ؛ تر دې چې د غزالي اېتهکس هم يو ډول پلېټونک (Platonic) ]د روح درجې او اړخونه[ بڼه لري، نو داسې د قامي اجتماعي تجربو، قران، حديث او يوناني فلسفيانه اېتهکس پۀ خوشحال هم ژوره اغېزه وه او د هغۀ اېتهکل کنټريبيوشن د څېړلو پۀ لړ کښې دې بايد دا درې واړه نکتې زمونږ پۀ پام کښې وي.

    د اېتهکس د منظمې مطالعې تر مخه چې مونږ دستار نامې ته ګورو نو د خوشحال خټک د اېتهکل کنټريبيوشن بحث پۀ دوه ډوله مخې ته وړلے شو: يو ډول د Meta-Ethics بحث دے چې دا سوالونه به ځوابوي چې د خوشحال د پاره اېتهيکل معيارونه څۀ څۀ وو او دا معيارونه د څۀ د پاره وو؟ او بيا د دې معيارونو د اېتهکس تر مخه نوعيت څۀ کېدے شي؟ هم داسې دوېم ډول د Normative Ethics بحث دے چې دا سوال به ځوابوي چې د خوشحال اخلاقي معيارونو کومه بڼه لرله؟ يا پۀ مجموعي ډول د هغۀ اېتهيکل کنټريبيوشن څنګه ؤ؟

    Meta-Ethics چې د اېتهکس يوه نوې څانګه ده، خو ولې د مباحثو جرړې ئې تر لرغوني اېتهيکل مباحثو رسېږي؛ د مثال پۀ توګه د سوکراټيز د پاره “علم لويه ښېګړه وه” (Knowledge is Virtue) – چرته چې د ښېګړې دا نوعيت زېر بحث راوړل د Meta-Ethical د مباحثو څخه يوه مباحثه ده، لکه چې بيا څنګه پلېټو او ارسټوټل ئې پۀ خپل خپل ډول تعبيرات وکړل يا د هډنسټانو (Hedonists) د پاره د “خوښۍ” (Pleasure) ژوند کول او د اندېښنو او دردونو (Pain) نه نجات د ژوند مهم “قدر” (Value) دے، دا مهم قدر ګرځېدل يوه Meta-Ethical مباحثه ده نو دا ډول مونږ کولے شو چې د خوشحال د دستار نامې هم Meta-Ethical بڼه وګورو. پۀ دې لړ کښې د ټولو نه اول به مونږ دا ګورو چې ايا د خوشحال خټک د پاره اېتهکس يا ښېګړه او بدي شتون لري او کۀ نۀ؟ نو دې سوال ته ځواب د دستار نامې تر مخه مثبت دے؛ مثبت پۀ دې معنٰي چې د دستار نامې اېتهيکل معيارونه اصل کښې دي د دې د پاره چې يو بشپړه سړے راپېدا کړي کوم چې به هم ځان او هم ټولنه پۀ ښۀ ډول ليډ (Lead) کوي – يعني د بدۍ نه به د ښېګړې پۀ طرف ځي او خوشحال خټک د داسې بشپړه سړي د پاره شل هنرونه او شل خصلتونه ټاکلي دي چې يو پۀ يو دا شل هنرونه:

    .1 د ځان معرفت، .2علم، .3 ليک، .4 شعر، .5 تير اندازي، .6 اٰب بازي، .7 اسپ تازي، .8 ښکار، .9 شجاعت،

    .10 سخاوت، .11 د ښځو معاشرت، .12 د اولاد تربيت، .13 د خادمانو تاديب، .14 د معاشيت اسباب ، .15 زراعت،

    .16 تجارت، .17 د نسب تحقيق، .18 موسيقي، .19 شطرنج او .20 نقاشي دي.

    (خټک, دستار نامه, مۍ 2005, پاڼې 11-12)

    هم داسې شل خصلتونه:

    .1 مشورت، .2 عزيمت، .3 خاموشي، .4 راستي، .5 شرم او حيا، .6 خوش خوئي، .7 مروت، .8 عفو،کرم، .9 تميز،

    .10 انصاف، .11 توکل، .12 شرم د خپل نوازش، .13 خوف او رجا، .14 د ملک انتظام، .15 همت، .16 حلم، .17 غېرت،

    .18 احتياط، .19 اطاعت او .20 استغفار دي.

    (خټک, دستار نامه, مۍ 2005, پاڼې 12-13)

    او بيا د شلو هنرونو او شلو خصلتونو پۀ لړ کښې دې لوستونکو ته دا هم پته وي چې خوشحال خټک دا ياد کړي هنرونه او خصلتونه د بشپړه سړي د پاره اساسي ګرځولي دي خو ولې هغه دا ګڼي چې هنرونه او خصلتونه ډېر دي او د بېل بېل نوعيت دي، خو دا ياد شل هنرونه او شل خصلتونه داسې دي چې ډېر مهم دي او نورو هنرونو او خصلتونو پۀ را خپلولو کښې د بشپړه سړي مرسته کوي. خوشحال خټک پۀ دستار نامه کښې ليکي چې “هنرونه، کسبونه، فنونه، حرفتونه، صنعتونه، خصلتونه، خويونه ډېر دي، تر شماره تېر دي، کۀ پۀ واړو پسې څوک ځغلي، عمر د نوح بويه چې پۀ تعليم ئې حاصل کا. اما څو چې پۀ تحصيل د هغو قابل بالۀ شي، هغه هومره لا بس دي چې حاصل کا او کۀ نه پۀ عدم د هغو به قابل بالۀ نۀ شي، د ستار لائق به وايۀ نۀ شي” (خټک, دستار نامه, مۍ 2005, پاڼې 9-10) … “خصائل حميده ډېر دي، کۀ دا هومره چې وکښل شول، واړه ونيسي لکه سترګې چې د چا د سواد وشي نور کتاب پۀ خپله لولي، پۀ دا خصائل به هغه و نور خصلتونه هم بيامومي” (خټک, دستار نامه, مۍ 2005, پاڼہ 13). نو د خوشحال د دې بيان تر مخه مونږ وئيلے شو چې دا ياد شل هنرونه او شل خصلتونه پۀ اصل کښې د دستار وړ سړے )بشپړ سړے( جوړېدو د پاره يو ډول الف بې دي او د ستار نامه ئې قاعده ده.

    د Meta-Ethics اولني سوال سره سم دا نکته پۀ تسلسل سره يو بل سوال هم د دې څانګې ځوابوي او هغه سوال دے چې دا اخلاقي معيارونه انسان سره پۀ څۀ ډول تړلي دي؟ دا د انسان پۀ خټه کښې د اوله نه شتون لري کۀ نه د انسان پۀ تربيت اډاڼه لري؟ او دې سوال ته د دستار نامې تر مخه ځواب داسې وئيل شوے دے چې انسان غبرګ فطرت لري؛ د هغۀ پۀ خټه کښې ښېګړه د اوله نه موجوده وي خو ولې د دې ښېګړې د فعاليت د پاره ورته تربيت لازم وي او بيا کۀ وکتے شي نو دا شل خصلتونه مونږ ته هم دا راښائي چې ښېګړه د انسان پۀ خټه کښې وي او شل هنرونه راښائي چې پۀ دا ډول دا سوچه ښېګړه (Absolute Virtue) د فعاليت د پاره اماده کولې شو او بيا برعکس د اول سوال ځواب چې مونږ ئې د دستارنامې نه پۀ خپله اخذ کولے شو، خو ولې د دې دوېم سوال ځواب د خوشحال پۀ خپله وېنا کښې هم موجود دے. د دوېم هنر چې د “علم” دے، د دې پۀ بحث کښې خوشحال خټک د فولاد، تورې او اهنګر پۀ analogy سره را ښائي چې د انسان پۀ خټه کښې ښېګره، د انسان د دې ښېګړې تر لاسه کول او د دې د تر لاسه کولو د پاره تربيت لازم ملزوم دي؛ لکه د ښۀ فولادو نه يواځې ښۀ اهنګر ښه توره جوړولې شي نو داسې پۀ خټه کښې ښېګړه لرونکي انسان نه يو ښۀ انسان د يو ښۀ استاذ پۀ تربيت جوړېدے شي – کۀ چرته فولاد ښۀ نۀ وي يا اهنګر ماهر نۀ وي نو ښه توره جوړېدل ممکن نۀ دي، نو داسې حال د انسان خټې او د تربيت هم دے (خټک, دستار نامه, مۍ 2005, پاڼې 25-27).

    دلته د لوستونکو پام دې نکتې ته هم را ګرځول غواړم چې پۀ تېره ليکنه کښې چې مونږ د علامه عبدالحئ حبيبي او دوست محمد کامل مومند سره اختلاف کړے ؤ، شايد ځينې لوستونکو ته هغه اختلاف د خوشحال د غبرګ انساني فطرت تر مخه ښکارېدلے وي، خو ولې پۀ اصل کښې د هغه اختلاف وجه د خوشحال د دې فکر پۀ بنياد نۀ وه بلکې د هغوي دې ته کړي اپروچ سره اختلاف ؤ، ځکه چې دا يوه داسې مابعدالطبيعاتي (Metaphysical) مسئله نۀ ده لکه چې د دوست محمد کامل مومند بيان ؤ )او بيا کۀ وه هم، نو هغه به د مابعدالطبيعات مسئله وه نۀ چې د اېتهکس(، او هم داسې علامه حبيبي هم دې خوا اشاره کړې وه خو هغۀ يو خوا دا مسئله سائيکالوجۍ (Psychology) خوا ته وغزوله نو بل خوا ئې ټول پۀ ټوله قراني بحث ته راټوله کړې وه، کوم چې کم از کم ما ته د خوشحال د اېتهيکل کنټريبيوشن بشپړ کېس نۀ ښکاري.

    د Meta-Ethics پۀ دې برخه کښې يو بل سوال هم مونږ پۀ پام کښې لرلے شو؛ هغه د دې شل هنرونو او شل خصلتونو پۀ حېثت د قدرونو (Values) د بڼې ده؛ يعني دا ياد هنرونه او خصلتونه د Ethical Values تر مخه کومه بڼه لري؟ د دې سوال د ځوابولو پۀ لړ کښې بايد مونږ اول Ethical Values ته پاملرنه وکړو – Ethical Values پۀ دوه ډوله دي: يو ډول Intrinsic Values دي چې سوچه قدورنه ورته وئيلے شو، بل ډول Extrinsic/Instrumental Values دي چې سوچه قدرونو ته لارې باسي، د مثال پۀ توګه د يوټليټېرئينو (utilitarian) تر مخه اصل ښېګړه هغه ده چې د نورو انسانانو پۀ خېر تماميږي. د دوي تر مخه د نورو انسانانو خېر کښې ښېګړه Intrinsic Value ده او د دې د حصول د پاره نورې ټولې هڅې Extrinsic Values دي. پۀ اسان لفظونو کښې مونږ وئيلے شو چې يو څوک سياستمدار چې سياست کښې پۀ خپله هم برخه لري او نور خلق هم دې عمل ته اماده کوي، څو چې د انسانانو انساني حقونه ټولو ته ورکړے شي، نو داسې د دې دا عمل پۀ دواړه ډوله قدرونو مشتمل دے؛ پۀ دې لار کښې د انسانانو انساني حقونه ګټل يو سوچه قدر (Intrinsic Value) دے او پۀ خپله هم سياست کول او نور هم سياست ته اماده کول سوچه قدر ته د لارې ويستلو قدرونه (Extrinsic Values) دي. د خوشحال خټک غوره کړي شل هنرونه او شل خصلتونه د دستار د تړلو وړ سړي )بشپړ سړي( د را منځ ته کېدولو د پاره پۀ يو ډول Extrinsic Values دي او بشپړه سړے را منځ ته کېدل يوه Intrinsic Value ده او بيا شايد کۀ يو څوک دا ګڼي چې بشپړه سړے د ټولنې د ليډ کولو د پاره رامنځ کيږي، لکه چې ما ورته اشاره کړې وه – نو ايا داسې د ټولنې ليډ کول به Intrinsic Value نۀ وي؟ نو پۀ دې لړ کښې زۀ دا فکر کوم چې دا ټولنه به هم دا “صاحبِ دستار” يا “بشپړ سړے” ليډ کوي نو داسې هم دا ډېره سمه ده چې د خوشحال Intrinsic Value د بشپړه سړي را منځ ته کول او بيا کۀ وکتے شي نو د دستار نامې مرکزي theme هم دا دے.

    هم داسې يوه بله پوښتنه هم دلته ځوابېدے شي او هغه د Individual’s Ethics او Ethics of the State/Rulers پۀ حوالې سره ده، چرته چې د انسان د فرد پۀ توګه ځانګړي اخلاقيات Individual’s Ethics دي او بيا پۀ حېثيت د واکمن، مشر يا ليډر اخلاقيات Ethics of the State/Rulers دي – پۀ دې لړ کښې سوال داسې ممکن دے چې لکه د پلېټو او ارسټوټل ايا خوشحال هم دواړه ډوله اېتهکس پۀ پام کښې لرلي دي کۀ نه کوم يو مخصوص ډول اخلاقيات؟ نو د دې سوال د پاره کۀ مونږ دې شل هنرونو او خصلتونو ته نظر وکړو نو و به پوهېږو چې دا ټول هم پۀ ځانګړي اخلاقياتو کښې شامل دي او هم سياسي او بيا څوارلسم خصلت چې د “انتظام يا د ملک د انتظام” دے نو داسې دا لا ښکاره کوي چې دا اخلاقيات هم پۀ انسان پۀ حېثيت د يو فرد او هم پۀ حېثيت د يو واکمن برابر لاګو کېږي بلکې “دستار نامه” خو غواړي دا چې د دستار تړلو وړ واکمن پېدا کړي چې دستار ئې محض زړوکے نۀ وي او واکمني ئې مسخره نۀ وي.

    دا بره تر دې ځايه بحث مونږ ته نۀ يواځې پۀ Meta-Ethics کښې د خوشحال برخه را پۀ ګوته کوي بلکې د هغۀ د اېتهيکل کنټريبيوشن بنيادي خاکه هم مونږ ته راښائي. پۀ دې خاکې وړاندې مزل کولو د پاره به مونږ د اېتهکس يوې بلې مهمې څانګې Normative Ethics ته رجوع کوو.

    لکه چې بره وئيل شوي وو چې Normative Ethics کښې به مونږ ګورو چې د خوشحال خټک اخلاقي معيارونه کومه بڼه لري؟ يا پۀ مجموعي ډول د هغۀ اېتهيکل کنټريبيوشن څنګه ؤ؟ نو د دې سوالونو ځوابولو ته به مونږ اول د Normative Ethics مهمې نظريې پۀ پام کښې نيسو. پۀ Normative Ethics کښې پۀ مجموعي توګه Ethical Theories پۀ دوه ډولونو کښې وېشل شوې دي: يو ډول ته Teleological/Consequential Theories وائي چې ترې مراد هغه نظريې دي چې د انساني کړۀ وړۀ پۀ نتائجو زور راوړي او وړانديز لري چې هر هغه عمل ښۀ دے چې نتائج ئې ښۀ وي – پۀ اسان لفظونو کښې وئيلے شو چې د دې ډلې اخلاقيات دا راښائي چې “د اعمالو دارومدار دې پۀ نتائجو وي”؛ دې ډول نظريو کښې Hedonism, Ethical Egoism او Utilitarianism غوندې نظريې شاملې دي. دوېم ډول Deontological/Non-Consequential Theories وائي چې ترې نه مطلب د اخلاقياتو هغه نظريې دي چې اخلاقي اقدار فرض ګڼي او د نتيجو پرواه ئې نۀ کوي، پۀ دې کښې د پلېټو اېتهيکل نظريه او د کانټ اېتهيکل نظريه (Categorical Imperatives) شامل دي، د Deontological نظريو دارومدار پۀ Reason وي. اوس چې د خوشحال اېتهيکل کنټريبيوشن ته وګورو او خصوصاً پۀ “دستار نامه” کښې ياد خصلتونو ته نو مونږ وئيلے شو چې د هغۀ اېتهيکل کنټريبيوشن Teleological/Consequential بڼه لري، او دا ځکه هم چې ياد شل هنرونه او شل خصلتونه د يوې نتيجې د پاره دي او د دې ټولو عملونو دارومدار فقط پۀ يوه نتيجه دے او هغه د دستار وړ سړے يا بشپړ سړے را پېدا کول دي او بيا د دې نتيجې د پاره د خوشحال دومره ښکاره موقف دے چې هغه دا ګڼي چې هنرونه او خصلتونه خو ډېر دي خو دا ياد شل هنرونه او خصلتونه د دې دپاره دي چې رسا نتيجه راوړي او پۀ دې لړ کښې هم پۀ خپله خوشحال پۀ دستار نامه کښې ليکي چې “نمړۍ پۀ مقدار د خولې ښه وي، کۀ د زمري نمړۍ پيشو و ته روغه کړې، دا عقل نۀ دے” (خټک, دستار نامه, مۍ 2005, پاڼہ 13).

    تر دې ځايه مونږ د اېتهکس د منظمې مطالعې د مهمو معيارونو تر مخه د خوشحال د اېتهيکل کنټريبيوشن څېړنه وکړه او داسې مونږ وليدل چې “دستار نامه” پۀ دې لړ کښې د ډېر ارزښت وړ ده او مونږ نه به نورې څېړنې هم غواړي. پۀ دې لړ کښې دوه نور مهم اړخونه چې زما پۀ پام کښې دي، هغه د دې کنټريبيوشن د نورو فلسفيانو سره پرتليزه جائزه او پۀ خپله د دې معيارونو او خصلتونو تنقيدي جاج دے چې ليکل به پرې کول غواړي – خو پۀ دې ليکنه کښې هغه ځاے کول به نۀ يواځې دا چې دا ليکنه ډېره وغزوي بلکې شايد د دې د دې مهمو اړخونو حق هم ادا نۀ شي نو ځکه هغه به راتلونکي وخت ته پرېږدو – خو ولې بيا هم دا ټول بحث )د تېرې ليکنې سره پۀ تسلسل کښې چې د 2019 د فرورۍ پۀ “پښتون” کښې چاپ ده(، مونږ دې نتيجې ته ضرور را رسوي چې خوشحال خټک د اېتهيکل کنټريبيوشن پۀ حوالې سره نۀ يواځې د افغان فلسفيانه روايت پۀ برخه کښې بلکې د نړيوال کچ اېتهيکل مباحثو کښې هم د ډېر ارزښت وړ دے. د هغۀ دستار نامه چې د شل هنرونو او شل خصلتونو قاعده ده، ټولنې ته يو داسې بشپړه سړے ورکوي کوم چې به ټولنه ليډ کوي – پۀ دې هر څۀ کښې د خوشحال زور پۀ دې خبره دے چې د نا اهلو واکمني د “جاه” پۀ ځاے “چاه” وي او واکمن چې خپله ټوله واکمني هم ورپسې وي، نو پۀ خپله ناپوهۍ ئې د ځان سره يو ژور کوهي ته ور ديکه کړي.

    هر احمق چې پۀ دنيا خاوند د جاه شي
    نور وتلے ځنې نۀ شي جاه ئې چاه شي

    (خټک, ارمغان خوشحال, 2009, پاڼہ 99).

    کتابيات

    خټک, خ. خ. (2009). ارمغان خوشحال (دريم ایډیشن). (س. ر. رسا, ایډیټر) پېښور: يونيورسټي بک اېجنسي.

    خټک, خ. خ. (مۍ 2005). دستار نامه. (پ. ډ. مغموم, ایډیټر) پېښور: يونيورسټي بک اېجنسي.