Author: pakhtoon

  • اسفنديار ولي خان: د بابړې د پرهر مغرور درد – حيات روغانے

    د پښتون قامي تحريک د سل کلن تاريخ پۀ وړومبي سر ئې د خپلو غرونو سيال نيکۀ د خپل متين، سنجيده او با وقاره شخصيت سره ولاړ دے او د قام د پوهولو، يو کولو او ازادولو د پاره ئې پۀ ځان شپه ورځ يو کړي دي – د پښتون وطن پۀ لارو کوڅو، غرونو ورشو، حجرو جوماتونو، بازارونو او دامانونو ګرځي، د وطن تراخۀ پۀ خپل ستر حليم ذات کښې جذب کوي او ذهنونو او زړونو کښې رڼاګانې پاشي. هم د دغه پښتو قامي تحريک د سل کلن تاريخ پۀ دا بل سر ئې وياړمن او پتمن نمسے هم د هغو کړو وړو سره، هم د هغه خوي بوي، هم د هغه وقار او متانت، او هم د هغه دروېشانه او فقيرانه رويې سره پۀ ډېر استقامت ولاړ دے او داسې محسوسېږي لکه چې د خپل قهرمان نيکۀ عکس وي – لکه چې دا تړون صرف د وينې نۀ وي، د دروېشانو پۀ ژبه د “فَنا فِي المحبوب” درجې ته د رسېدو سپېځلے، پاکيزه او مقدس حرکت او عمل وي؛ يو داسې عمل چې هره نتيجه او هره خاتمه ئې د قام پۀ پوهولو، يو کولو، ابادولو او د زمانې سره سم د قامونو پۀ صف کښې د ودرولو پۀ مجاهده او مبارزه کېږي.

    د خپل قهرمان “فخرِ افغان” نيکۀ او د خپل قهرمان پلار د سياست پۀ سبب رياست هغۀ له د خپل جبر وړومبۍ څپېړه پۀ دولسم اګست 1948 ورکړې وه – د پاکستان د اسلامي رياست لۀ خوا چې کله د بابړې کربلا پۀ وينو خړوبېدله، هغه د خپلې مقدسې شهيدې مور “تاجو بي بي” پۀ ګېډه ؤ. تاجو بي بي د مړو پۀ سترګو لاس او د ژوبلو پۀ پرهرونو پهې ايښودلو کښې پۀ ښۍ اوږه پۀ ګولۍ لګېدلې وه او هم د بابړې پۀ کربلا کښې ژوبل شوې پرېوتلې وه. ولي خان ليکلي دي، ‘دغه ورځ )دولسم اګست (1948 نه پس تاجو د کټ نه پا نۀ څېده.’

    د بابړې د احمد کاکا د زوي ‘طاهر احمد’ کاکا )خداے دې اوږد ژوند او روغه څټه ورکړي(، د بابړې کربلا او پۀ دغه کربلا کښې ئې د خپلې مور، تاجو بي بي او نورو بيبيانو خدمت او استقامت پۀ خپلو سترګو ليدلے، د روايت او د ولي خان د دغه خبرې پۀ ډاډ، زۀ دا دعويٰ کوم چې “تاجو بي بي د بابړې خونړۍ پېښه کښې شهيده شوې ده.” پۀ دولسم اګست، چې د وړوکي اختر شپږمه ورځ وه، د پشکال خوپه د بادرو تاو ته اوړېده، تاجو بي بي د بابړې پۀ سوراړا کښې د رياست د جبر مخې ته د خپل قام سره ولاړه وه او د خپل بنديوان سړي او خپل زنداني شوي سخر پت ئې د شرمخانو شمريانو د لښکر وحشت کښې پاللو.

    هغه د خپل نيکۀ د عدم تشدد، د خپل پلار د سياسي تدبر او د خپلې مور د نۀ ماتېدونکې حوصلې تجسيم شو. د نن پۀ دې نمائشي او د ځان ښودنې پۀ دور کښې، چې خلک د اقتدار شراکت او د مفاداتو تحصيل د پاره د مفاهمتونو ټالباشونه د ځانه سره ګرځوي، پېشۍ او تلاشۍ نه تېښته کوي؛ يو داسې باکردار، با وقار او دروېش سياسي مشر به دې ملک کښې، تر دې چې پۀ ګړده نړۍ کښې چرته څوک څوک وي. دا اسفنديار دے – نېشنلے اسفنديار – مېړنے اسفنديار – اسفنديار ولي خان!!!

    د سېلف پراجېکشن د تصنع نه ډېر لرې – د جذباتيت د رغي او اوپره رد عمل نه ډېر لرې – د پاپولريزم د نفسياتو نه ډېر لرې! د ليدلې، تللې، کوټلې خبرې اسفنديار – څوک دا اسفنديار د جلسې پۀ سټېج نۀ شي پېژندے!!! څوک دې اسفنديار سره ټوله ساه نۀ شي وړے – يو څوک د دې اسفنديار د پېژندګلو دعويٰ نۀ شي کولې – دغه دعويٰ د بلور بابا او د ميا افتخار حسېن غوندې خلق کولې شي – لکه د څو نورو تنانو، زۀ ئې هم کولې شم.

    کومو سياسي حالاتو کښې چې هغۀ د پښتنو سياست وکړو، او لا کوم چېلنجونه چې مخې ته ولاړ دي، دغه تناظر کښې د خان زمان کاکړ دا شعر خپل ملي مشر اسفنديار ولي خان ته د هغۀ پۀ يو اويايمه زېږون ورځ د “پښتون” لۀ خوا ډالۍ کوم:

    اوس هم طمع لۀ دۀ شي د دې قام د رهبرۍ
    لوے شوے دا سړے دے پۀ ځنګون د باچا خان

    حيات روغانے

    اسفنديار ولي خان: د بابړې د پرهر مغرور درد

    د پښتون قامي تحريک د سل کلن تاريخ پۀ وړومبي سر ئې د خپلو غرونو سيال نيکۀ د خپل متين، سنجيده او با وقاره شخصيت سره ولاړ دے او د قام د پوهولو، يو کولو او ازادولو د پاره ئې پۀ ځان شپه ورځ يو کړي دي – د پښتون وطن پۀ لارو کوڅو، غرونو ورشو، حجرو جوماتونو، بازارونو او دامانونو ګرځي، د وطن تراخۀ پۀ خپل ستر حليم ذات کښې جذب کوي او ذهنونو او زړونو کښې رڼاګانې پاشي. هم د دغه پښتو قامي تحريک د سل کلن تاريخ پۀ دا بل سر ئې وياړمن او پتمن نمسے هم د هغو کړو وړو سره، هم د هغه خوي بوي، هم د هغه وقار او متانت، او هم د هغه دروېشانه او فقيرانه رويې سره پۀ ډېر استقامت ولاړ دے او داسې محسوسېږي لکه چې د خپل قهرمان نيکۀ عکس وي – لکه چې دا تړون صرف د وينې نۀ وي، د دروېشانو پۀ ژبه د “فَنا فِي المحبوب” درجې ته د رسېدو سپېځلے، پاکيزه او مقدس حرکت او عمل وي؛ يو داسې عمل چې هره نتيجه او هره خاتمه ئې د قام پۀ پوهولو، يو کولو، ابادولو او د زمانې سره سم د قامونو پۀ صف کښې د ودرولو پۀ مجاهده او مبارزه کېږي.

    د خپل قهرمان “فخرِ افغان” نيکۀ او د خپل قهرمان پلار د سياست پۀ سبب رياست هغۀ له د خپل جبر وړومبۍ څپېړه پۀ دولسم اګست 1948 ورکړې وه – د پاکستان د اسلامي رياست لۀ خوا چې کله د بابړې کربلا پۀ وينو خړوبېدله، هغه د خپلې مقدسې شهيدې مور “تاجو بي بي” پۀ ګېډه ؤ. تاجو بي بي د مړو پۀ سترګو لاس او د ژوبلو پۀ پرهرونو پهې ايښودلو کښې پۀ ښۍ اوږه پۀ ګولۍ لګېدلې وه او هم د بابړې پۀ کربلا کښې ژوبل شوې پرېوتلې وه. ولي خان ليکلي دي، ‘دغه ورځ )دولسم اګست (1948 نه پس تاجو د کټ نه پا نۀ څېده.’

    د بابړې د احمد کاکا د زوي ‘طاهر احمد’ کاکا )خداے دې اوږد ژوند او روغه څټه ورکړي(، د بابړې کربلا او پۀ دغه کربلا کښې ئې د خپلې مور، تاجو بي بي او نورو بيبيانو خدمت او استقامت پۀ خپلو سترګو ليدلے، د روايت او د ولي خان د دغه خبرې پۀ ډاډ، زۀ دا دعويٰ کوم چې “تاجو بي بي د بابړې خونړۍ پېښه کښې شهيده شوې ده.” پۀ دولسم اګست، چې د وړوکي اختر شپږمه ورځ وه، د پشکال خوپه د بادرو تاو ته اوړېده، تاجو بي بي د بابړې پۀ سوراړا کښې د رياست د جبر مخې ته د خپل قام سره ولاړه وه او د خپل بنديوان سړي او خپل زنداني شوي سخر پت ئې د شرمخانو شمريانو د لښکر وحشت کښې پاللو.

    هغه د خپل نيکۀ د عدم تشدد، د خپل پلار د سياسي تدبر او د خپلې مور د نۀ ماتېدونکې حوصلې تجسيم شو. د نن پۀ دې نمائشي او د ځان ښودنې پۀ دور کښې، چې خلک د اقتدار شراکت او د مفاداتو تحصيل د پاره د مفاهمتونو ټالباشونه د ځانه سره ګرځوي، پېشۍ او تلاشۍ نه تېښته کوي؛ يو داسې باکردار، با وقار او دروېش سياسي مشر به دې ملک کښې، تر دې چې پۀ ګړده نړۍ کښې چرته څوک څوک وي. دا اسفنديار دے – نېشنلے اسفنديار – مېړنے اسفنديار – اسفنديار ولي خان!!!

    د سېلف پراجېکشن د تصنع نه ډېر لرې – د جذباتيت د رغي او اوپره رد عمل نه ډېر لرې – د پاپولريزم د نفسياتو نه ډېر لرې! د ليدلې، تللې، کوټلې خبرې اسفنديار – څوک دا اسفنديار د جلسې پۀ سټېج نۀ شي پېژندے!!! څوک دې اسفنديار سره ټوله ساه نۀ شي وړے – يو څوک د دې اسفنديار د پېژندګلو دعويٰ نۀ شي کولې – دغه دعويٰ د بلور بابا او د ميا افتخار حسېن غوندې خلق کولې شي – لکه د څو نورو تنانو، زۀ ئې هم کولې شم.

    کومو سياسي حالاتو کښې چې هغۀ د پښتنو سياست وکړو، او لا کوم چېلنجونه چې مخې ته ولاړ دي، دغه تناظر کښې د خان زمان کاکړ دا شعر خپل ملي مشر اسفنديار ولي خان ته د هغۀ پۀ يو اويايمه زېږون ورځ د “پښتون” لۀ خوا ډالۍ کوم:

    اوس هم طمع لۀ دۀ شي د دې قام د رهبرۍ
    لوے شوے دا سړے دے پۀ ځنګون د باچا خان

     

  • د باچا خان افکار د هر وخت او هر چا لپاره دي – احمد الله ارچيوال

    اولسي مبارزه ]عدم تشدد[ د باچا خان د عصر اړتيا وه:

    د ښوونې او روزنې لائبریائي کارپوه پاولر پریر وسله والې او اولسي مبارزې پرتله کړي او دې پایلې ته رسېدلی چې اولسي مبارزې د وسلوالو مبارزو پۀ پرتله ډېرې موثرې دي. د پورته ادعا لپاره لۀ عملي دلائلو پرته يو لړ منطقي دلائل هم شته. پۀ وسله واله مبارزه کښې هغه شی چې د مبارزې پایله ټاکي، هغه زور او تاوتریخوالی دی. د عامو خلکو پۀ پرتله واکمن د زور کارونې وسائل زیات لري، نو لۀ دې امله پۀ وسلواله مبارزه کښې پر عام اولس واکمن برلاسی کېږي. پریر هم همدغه حقیقت ته اشاره کړې، دى وائي: زور زیاتی د واکمن وسیله ده. د ښځو د حقونو پلوي شاعر اوډېري لارډ هم د یادې ادعا پخلی کوي: “تاسو واکمن د واکمن د وسیلې پۀ مټ نۀ شي ماتولی.” هغۀ د واکمنو پر خلاف د زور زیاتي د کارونې پۀ اړه خبرداری ورکړی. د مستبدو واکمنو څخه د خپلو حقونو د تر لاسه کولو پۀ اړه ډېرو پوهانو  د اولسي مبارزې د مؤثریت پۀ اړه ډېرو پوهانو پورته ادعا تائید کړې او د خپل کار لپاره ئې ډول ډول دلائل وړاندې کړي. پۀ دغه اړه مخکښېنۍ څېړنې ټولې کېفیتي وې خو د ماریه سټفین او ایریکا چینویت اولسي مبارزه ولې مؤثره ده – کتاب دغه معادلې ته تغير ورکړ. پۀ کمیتي څېړنو ولاړ دغه کتاب د لومړي ځل لپاره د احصائیوي معادلو پر مټ ثابته کړه چې اولسي مبارزې د وسله والو هغو پۀ پرتله مؤثرې دي. ليكوال ادعا کوي چې وسله والې مبارزې شپږ ويشت (26) او اولسي مبارزې دوه پنځوس (52) سلنه د بریا چانس لري.

    اګرچې د اولسي مبارزې او د هغې د بېلابېلو اړخونو پۀ اړه د شلمې پېړۍ لۀ نیمایۍ څخه وروسته څېړنه پېل او د وخت پۀ تېرېدو ئې زور واخست، خو باچا خان د دغو علمي څېړنيو لۀ را منځ ته کېدو ډېر پخوا د شلمې پېړۍ پۀ لومړۍ لسیزه کښې دغه ډول مبارزې ته مخه کړه، ځکه چې نوموړي ته هغه ډول مبارزه مؤثره او د پښتنو د نجات یواځینۍ لاره ښکارېده.

    هغه لامل چې باچا خان دغه ډول مبارزې ته مخه کړه، هغه پۀ ټولنه کښې د واک پۀ اړه د باچا خان نظر ؤ. باچا خان پۀ دې عقیده ؤ چې پۀ ټولنه کښې واک یو اړخیز نۀ دی چې یواځې واکمن ئې لري، بلکې د ټولنې ټول اشخاص واک لري. واکمن د واک لاندې خلکو باندې تر هغې حکومت نۀ شي کولی تر څو چې د واک لاندې خلک ئې غواړي. یا پۀ بل عبارت، کۀ اولس و نۀ غواړي واکمن حکومت نۀ شي کولی. هم دغه مفکوره د دې لامل شوه چې نوموړی اولسي مبارزه د مبارزي قوي ډول وګڼي.

    هغۀ به خپلو ملګرو ته وئیل، زۀ تاسو ته یوه داسې وسله در کوم چې کۀ تاسو ئې وکاروئ؛ د فوجونو، وسلو او زور درلودلو سره سره پر تاسو هېڅ څوک نۀ شي بر لاسه کېدی. باچا خان د اولسي مبارزې پۀ اړه د تولوستي د لیکنو او پۀ ‘هندو’ مجله کښې پۀ دغه اړه د نوموړي د لیکنو، چې پۀ 1908 کښې ئې کولې څخه ناخبره دغه مبارزې ته ځان تیارولو. تولوستي پۀ 1908 کښې هندو مجلې ته پۀ خپل یو لیک کښې د برطانوي استعمار څخه د هند د ازادۍ لپاره د یوې وسیلې پۀ توګه د اولسي مبارزې د کارولو د وړانديز پۀ بڼه لۀ خپلې مفکورې پرده پورته کړه. د لیک پۀ یوه برخه کښې نوموړي لیکلي: یو سودا ګریز شرکت )ختیځ هند شرکت( یو داسې ملت چې دوه سوه (200) ميليونه نفوس لري، غلام کړي، دا پرته لۀ دې چې دېرش زره خلکو چې سپورتمېنان نۀ دي، بلکې ضعیفه او عام خلک دي، 200 میلیونه سخت جانه، هوښیار، وړتيا لرونکي او ازادي خوښوونکي خلک )هندیان( غلامان کړي، ایا دغه احصائیه )اعداد او ارقام( دا نۀ روښانه كوي چې پېرنګیانو دوي نۀ دي غلامان کړي بلکې دوي پۀ خپله ځانونه غلامان کړي؟

    د تولوستي د لیک دغه برخې ته کۀ ځیر شو، دی هم د واک پۀ معادله کښې عام اولس بې واکه نۀ بلکې د واک اصلي څښتنان بولي. دی د واک لۀ هغه مفکورې چې، کۀ اولس و نۀ غواړي واکمن حکومت نۀ شي کولی، څخه ملاتړ کوي.

    باچا خان تنکی ځوان ؤ، د لوبو او مستۍ وخت ئې ؤ، خو د قوم د غلامۍ غم اړ کړو چې د قوم د ازادۍ لپاره د مبارزې میدان ته راوځي. د نورو ملګرو سره پۀ ګډه ئې پۀ 1910 کښې لومړنۍ ازاده مدرسه را منځ ته کړه. پۀ دغه مدرسه کښې ئې د دیني مضامینو سره سره سائنسي مضامین پښتنو کوچنيانو )هلکان او جينکو( ته پۀ پښتو ژبه تدریسول.

    د باچا خان او ملګرو لۀ خوا ئې پۀ پښتو ژبه پښتونخوا کښې د ښوونځیو جوړولو لمن د پښتونخوا نورو سیمو ته هم وغزوله. د یوې احصایې لۀ مخې د 1930 تر نیمائي پورې باچا خان او ملګرو ئې پۀ پښتونخوا کښې 134 ښوونځي جوړ کړل. عجیب تصادف دا ؤ چې د باچا خان  لۀ خوا پۀ چندو او شخصي لګښتونو جوړو شوو ښوونځو شمېر پۀ پښتونخوا کښې د هغه وخت د واکمنو لۀ خوا د جوړو شوو ښوونځو سره د شمېر لۀ اړخه کم خو د کېفيت لۀ اړخه برتر وو. پۀ د غه ښوونځيو کښې د برطانيې د استعماري مشینرۍ لپاره بېروکراتان نۀ بلکې د ملي مفکورې درلودونکي مبارزېن روزل کېدل.

    باچا خان او ددۀ د ملګرو لۀ خوا د  ښوونځيو جوړول لۀ څو اړخه مهم وو:

    باچا خان او ملګرو ته ئې  بې سوادي د پښتنو د ټولو ستونزو اصلي لامل ښکارېده. دوي فکر کاوۀ چې کۀ پښتانۀ د ليک لوست پۀ ګاڼه سمبال شي نو ټول مسائل ئې حل کېږي. دوي د پښتون د کلتور د را ژوندي کېدو یا د پښتون د ټولنیزو ستونزو د حل، د دوي د اقتصادي ښېرازۍ او د دوي نور ټول مسائل ئې د پښتنو تر منځ د ښوونې او روزنې لۀ کمبود سره تړلي بلل. بل دا چې باچا خان د ښوونځیو پۀ جوړولو سره پۀ حقیقت کښې د واکمنو پر وړاندې مدني احتجاج کولو. لۀ حکومتي ادارو سره موازې ادارې را منځ ته کول د اولسي مبارزې یو قوي تاکتیک دی. هم دغه وجه وه چې د پښتنونخوا  حکومت پر باچا خان د ښوونځیو جوړولو لۀ امله ډول ډول فشارونه راوړل، تر څو دوي د خپلې مدعا څخه پۀ شا کړي . د شلمې پېړۍ پۀ دوهمه لسيزه کښې دوي د نورو سره سره د باچا خان پۀ پلار فشارونه راوړل چې خپل زوی لۀ ښوونځیو جوړولو منع کړي خو دغه فشار نتیجه ور نۀ کړه. دوي د اول ځل لپاره د ښوونځيو جوړولو لۀ امله باچا خان درې نیم کاله بندي کړو.

    د موازې ادارو جوړولو تاکتیک ډېر پخوا لۀ هغه چې د اولسي مبارزې پۀ تاکتیکونو کښې مطرح شي، باچا خان وکارول. د باچا خان لۀ مبارزې څلوېښت کاله وروسته جین شارپ  موازې ادارې جوړول د اولسي مبارزې پۀ تاكتيكونو کښې د یو قوي تاکتیک پۀ توګه ځای پر ځای کړی.

    هالویرسن اولسي مبارزه پۀ دوه ډلګیو وېشلې: مستقیمه او غېر مستقمه اولسي مبارزه – د دغه ډلبندۍ پۀ اړه لۀ نورو خبرو کولو  وړاندې یوه خبره باید روښانه شي او هغه دا چې د باچا خان لپاره اولسي مبارزه پاسیپیزم نۀ بلکې فعاله مبارزه وه. اګرچې لیکلې  بڼه ئې نشته خو باچا خان د اولسي مبارزې لپاره لۀ پېله موخې، تشکیل، جوړښت، مشرتابه، تاکتیکونه، افهام او تفهیم او نور ټول اړین توکي تعریف کړي وو.

    کۀ د هالوېرسن لۀ خوا وړاندې شوى د اولسي مبارزې تعریف ومنل شي، د باچا خان لۀ خوا د ازادو ښوونځیو جوړول د اولسي مبارزې د یون پېل او یا هم پۀ خپله اولسي مبارزه ده. نوموړي دغه مبارزه د خدائي خدمتګار د را منځ ته کولو پوره نولس او د یو روایت لۀ مخې لۀ ګاندهي سره تر لیدو اتلس کاله مخکښې پېل کړې وه.

    د هالوېرسن د تعریف لۀ مخې، د ښوونځیو د پروګرامونو پۀ ګډون د اوږد مهاله ټولنیزو او اقتصادي پروګرامونو لۀ لارې د استبداد لاندې ټولنې د وګړو تقویه او غښتلي كول عدم تشدد دى.

    د ښوونې او روزنې پۀ بڼه اولسي مبارزه پېلول د باچا خان لۀ خوا د ښوونځیو جوړول، د نوموړي لۀ خوا يو  بل ازښت دی.

    د ښوونې او روزنې څخه پېل شوې باچا خان د مبارزې وروسته د پښتنو پۀ ټولنیز سمون تمرکز وکړو. د پښتنو د یو والي لپاره ئې عملي هڅې وکړې، د دوي لپاره ئې کلي پۀ کلي جرګې جوړې کړې، دوي ته ئې د یوې ټولنیزې پېژندګلوۍ لپاره د پښتونخوا 512 کلو ته سفرونه وکړل.

    د خدائي خدمتګار اغېزې: 

    باچا خان پښتنو ته ټولنیزه پېژندګلوي ورکړه، دغه پېژندګلوي وروسته پۀ سیاسي پېژندګلوۍ واوښته. لۀ دې وړاندې د پښتنو پېژندګلوي يواځې تر خپل چم، ګاونډ او کلي محدوده وه. خدائي خدمتګار پښتانۀ د کلي، تحصیل، ضلعې او صوبې پۀ جرګو کښې داسې را یو ځای کړل چې دوي لۀ انفرادي فکر څخه  راووتل او د پښتون قامي فکر لپاره د پښتون قامي مبارزې سره ملګري شول. د دوي د ژوند موخه اوس تربور پرځول نۀ، بلکې د پښتون قام بهبود او پرمختګ ؤ. دوي د دغه مبارزې لپاره شپه او ورځ یوه کړه او هر ډول سرښندنې ته تیار شول.

    باچا خان او ملګرو ئې لومړی پۀ انفرادي او وروسته د تنظیم اصلاح افاغنه، افغان جرګې او وروسته د خدائي خدمتګار لۀ پلاټ فورمونو څخه د پښتو ادبیاتو، شاعرۍ، ژورنالیزم او پۀ ټولنه کښې د پښتون کلتور د بډاینې لپاره هلې ځلې وکړې، پۀ دغه لار کښې دوي سترې لاس ته راوړنې درلودې. دوي پښتو لومړنۍ مجله “پښتون” را منځ ته کړه او هغه ئې د بریا معراج ته ورسوله.

    باچا خان او ملګرو ئې پښتو ادبیاتو کښې سوسیالیزم ته وده ورکړه. پښتو ادبیاتو څخه ئې د پښتنو د سمون لپاره د یوې وسلې پۀ توګه ګټه واخسته  او د پښتنو د قامي مبارزې د تبليغ لپاره ئې ترې د یوې وسيلې پۀ توګه استفاده وکړه.

    پۀ 1947 کال کښې د هند د وېش پر مهال پۀ ټول هند کښې د مسلمانانو، هندوانو او سکهانو تر منځ د وینو سېلابونه وبهېدل، پښتونخوا کښې هم  د دغه ډول عام وژنې وېره را منځ ته شوه، ولې خدائي خدمتګارو پۀ تش لاس پېښور ښار او خواوشا سیمو کښې د سکهانو او هندوانو دفاع ته را ودانګل او د مسلمانانو،  هندوانو او سکهانو چې پۀ پښتونخوا کښې ئې پۀ سلګونه كلونه ګډ ژوند کړی ؤ، تر منځ ئې د وینو بهېدلو مخه ونیوله. د هغه هندوانو او سکهانو چې هند ته کډه کېدل، ئې غوښتل هغوي سره ئې تر هوائي اډې او د پښتونخوا تر پولو بدرګه کړل او هغه څوک چې پښتونخوا کښې پاتې کېدل، د هغوي د سرونو او مالونو ساتنه او دفاع ئې وکړه.

    باچا خان او ملګرو ئې د پښتو د اقتصادي ودې لپاره مبارزه وکړه، د پښتو تر منځ ئې د سوداګرۍ پۀ وړاندې د نا سم فکر پر خلاف عملي کارونه وکړل. د خدائي  خدمتګارو د هڅو پۀ پایله کښې پښتنو سیمه کښې د کسبګرو او کسبونو پۀ اړه د خلکو فکرونو تغيیر وکړ. د دغو هڅو پۀ برکت پښتنو صنعت او سوداګرۍ ته مخه کړه چې پۀ پایله کښې ئې پۀ سیمه کښې تجارت او صنعت وده وکړه، د دغه هڅو لۀ امله را منځ ته  شوې اقتصادي ودې اغېزه لا هم پۀ پښتونخوا کښې ليدل کېږي.

    خدائي  خدمتګارو د هغو راجونو چې د مذهب پۀ پلمه  پۀ پښتنو تپل شوي وو، هغه ئې وننګول او پر وړاندې ئې جدي مبارزه وکړه. د هغه مذهبي پنډتانو او حکومتي خان بهادرانو چې د مذهب پۀ نوم او د پېرنګي حکومت د ملاتړ لاندې ئې پښتانۀ لوټل او لۀ یو بل سره ئې جنګول، پر خلاف ئې مبارزه وکړه او د دوي د شومو موخو څخه ئې پرده پورته کړه.

    د پښتنو ښځو پر وړاندې موجود رواجونه ئې وننګول او دوي ئې د دوي پۀ حقونو پوهه کړې. پښتنو ښځو ته ئې موقع ورکړه چې د پښتنو سړو سره پۀ قامي مبارزه کښې برخه واخلي.

    د پښتنو رواجي جوړښتونه ئې قوي کړل او لۀ حجرې او محراب څخه ئې د مبارزي لپاره استفاده وکړه. د حجرې او محراب تر منځ ئې واټن کم او د دوي تر منځ ئې اړیکه لا پسې غښتلې کړه.  د باچا خان او د دۀ د ملګرو قربانیو د پښتنو پۀ سیاسي، اقتصادي، کلتوري، ادبي، ټولنیز او سیاسي ژوند ژورې اغېزې پرېښودې؛ د قامي شعور تازه شغلې چې پښتونخوا کښې ورځ تر بلې زور اخلي، د  باچا خان او د دۀ د ملګرو د هڅو پایله ده.

    د باچا خان مبارزه د بشریت مبارزه وه:

    د نوموړي مبارزه د انسانیت او بشریت مبارزه وه. پۀ خدائي خدمتګار کښې د شاملېدلو لپاره سوګند یادولو کښې لومړۍ خبره دا وه چې تحریک کښې شاملېدونکی شخص به د خدائي د مخلوق خدمت کوي. يواځې دا خبره د باچا خان د مبارزې د افاقيت د ثابتولو لپاره بس ده. د دۀ د مبارزې افاقیت د بشر د ستونزو او نړیوالو ستونزو د حل لپاره یوه مؤثره لار ده. دی د جګړې خلاف ؤ او د پښتنو پر زمکې بر علاوه پۀ نورو ځايونو کښې د وينې تويولو پر وړاندې کلک ودرېدلو او د هغۀ سره یې مخالفت کولو. دی د هند بهار ایالت ته لاړو او د مسلمانانو او هندوانو تر منځ ئې د تاو تريخوالي پایې ته د رسولو هڅې وکړې.

    خدائي خدمتګار نۀ یواځې د پښتنو تر منځ، بلکې پۀ پښتونخوا کښې د نورو مذهبونو خلکو لکه هندوانو او سکهانو پر وړاندې زغم ته وده ورکړه. خدائي خدمتګار کښې پښتانۀ پۀ “جغرافیائي مفهوم” کارېدل. دوي پۀ پښتونخوا کښې د اوسېدونکو ټولو خلکو د رفاه او بهبود لپاره کار کولو.

    باچا خان له تشدد څخه کرکه کوله هغه یې د بشریت لپاره يو ناسور ګڼلو، خو  لدې سره سره د ظلم پر خلاف یې غږ پورته کولو او د طاغوت پر وړاندې ئې پرته له دې چې د یوې لحظې لپاره زړه نا زړه شي محکم ودرېدل . ان هغه وخت چې د عمر اخري کلونه یې وو د خپلو افکارو لپاره ئې زندان تېر کړو.

    د باچا خان افکار د هر وخت لپاره دی. د نوموړي ادعاوې د نوموړي سیاسي مخالفین څلوېښت کاله وروسته تائیدوي  او دا مني چې لکه باچا خان چې وئیل، پښتانۀ لۀ څلوېښتو کلونو را پۀ دې خوا پردي جنګونه کوي. د پښتنو تر منځ لا هم د بې اتفاقۍ، غلط رسمونو، ځان ځانۍ، د خپلې ژبې پر وړاندې د بې پرواهۍ، تشدد او افراطیت  اورونه بل دي. د پښتنو څخه د مذهب پۀ نوم استفاده کېږي او پۀ يو او بل نوم د پښتنو ټول-وژنه او د نورو پۀ لمسون او د خپلو د نا پوهۍ لۀ امله د خپل کور ورانول روان دي. لۀ دې امله د باچا خان فلسفه او افکار لاهم اړین دي او اړتیا ورته لیدل کېږي.

    ټوله نړۍ کښې د کرکې او نفرت لۀ امله جنګونو او تشدد د بشریت موجودیت ته ستر ګواښ دی. سيمه يواځې د باچا خان د پوهې، تعقل او پۀ اتفاق او يو والي ولاړې مفکورې پۀ عملي کولو سره  لۀ موجودو ستونزو راوتلی شي.

    پۀ ټوله کښې د روانو جګړو يواځینۍ لار، لکه چې باچا خان به وئيل، د يو بل منل او تفاهم دي.

    د خدائي  خدمتګار مبارزې پۀ اړه اکاډمیکي څېړنې تازه تازه د تحریک د ډېرو لومړنیو ځانګړتیاو د څېړنو لۀ پولو د راوتلو پۀ حال کښې دي. د باچا خان د افکارو افاقیت پۀ اړه به نوې څېړنې د نوموړي د مبارزې مؤثريت، عقلانیت، منطق، ژورتيا او جامعیت لا پسې روښانه کړي.

    1. Archiwal, Ahmadullah, Cultural Impacts of Khudai Khidmatgar, Sarush Publication, Kabul, 2019.
    2. Halverson, Jeffery, Searching for A King- Muslim Nonviolence and the Future of Islam, Potamic Books, Virginia, 2012.
    3. Chenoweth, Erica and Stephan, Maria, Why Civil Resistance Work- the Strategic Logic of Nonviolent Conflict, Columbia University Press, New York, 2013

     

  • ارباب مجيب الرحمان او زۀ – الطاف قادر

    د خليلو د سيمې د برتهکال ارباب مجيب الرحمان چې پۀ شپږ ويشتمه جنورۍ 2018 پۀ حق رسېدلے ؤ، ما سره يو ځاے پۀ “چلډرن نېپ” کښې ؤ، بلکې د چلډرن نېپ مشر ؤ. پۀ خليلو کښې د دې تنظيم سوچ 1970 کښې مجيب خان را ويستے ؤ چې د علاقې د ماشومانو پۀ خپلو کښې رابطه وي او سياسي روزنه هم ورسره پۀ ډېر ښائسته انداز کښې وشي. هم د دغه تنظيم برکت ؤ چې پۀ خليلو کښې داسې ماشومان را پېدا شو چې پۀ زلمي توب کښې هغوي قامي تحريک سره پۀ يو ځاے د بهټو د امريت خلاف پۀ هري پور جېل کښې بندېوان وو. هم دغه د چلډرن نېپ روزنه وه چې مجيب خان وروستو پۀ پښتون سټوډنټس فيډرېشن کښې داسې رول ادا کړو چې تنظيم ورله پۀ اسلاميه کالج کښې د خېبر يونين د صدارت د الېکشن لپاره ټکټ ورکړو. دغه وخت زما يادېږي چې زۀ اسلاميه کالج ته د فرسټ ائير داخلې لپاره لاړم، مجيب خان خپل د الېکشن کېمپېن شروع کړے ؤ.

    دا د جون جولائي 1978 ورځې وې. کالج ته داخلو لپاره چې کوم هلکان راتلل، هغوي به ئې پوهول او ورله به ئې فارم ډکولو. کله چې پۀ ستمبر کښې زمونږ د فرسټ ائير کلاسونه شروع شول، د الېکشن کېمپېن هم ښۀ پۀ زور شروع شو. الېکشن پي اېس اېف وګتلو. مجيب خان د خېبر يونين صدر شو او نور د تنظيم ملګري ورسره منتخب شو چې پۀ کښې زمونږ د فرسټ ائير د طرفه مشهور کرکټر ذاکر خان هم الېکشن وګټلو او هغه زمونږ د فرسټ ائير نمائنده شو.

    دغه الېکشن ګټلو سره مجيب خان پۀ ټوله صوبه کښې يو ډېر دروند مقام پېدا کړو. پۀ دې وجه چې کله هغه د پېښور پوهنتون پۀ خېبر لاء کالج کښې داخله واخستله نو د پي اېس اېف د ملګرو د ارباب صاحب نه دا توقع وه چې پېښور پوهنتون سره د صوبې ټولو کالجونو سره مکمل رابطه وساتي چې پۀ ټوله صوبه کښې پي اېس اېف يو فعال کردار ادا کړي. پۀ دغه وخت کښې به د مجيب خان پۀ حجره کښې د پي اېس اېف سينئير ملګري را غونډ شو او رهبر تحريک خان عبدالولي خان به ورله راغلو. د سوال جواب به ډېره ښائسته ناسته وشوه. دغه پروګرامونو د تنظيم ملګرو کښې ډېر لوے سياسي شعور پېدا کړو.

    پۀ دغه وخت کښې د حکومت د مختلفو ادارو پۀ ايماء د پي اېس اېف ډېر ملګري د قامي تحريک پۀ ضد ودرېدل چې مشر ئې د صوابۍ سجاد خان ؤ. پۀ هغه وخت کښې چې د پېښور پوهنتون د سټوډنټس يونين الېکشن راغلو نو تنظيم ورته ارشد علي يوسفزے ودرولو. سجاد خان ورته پۀ مقابله کښې د خپله طرفه فضل کريم اپريدے ودرولو. سجاد خان چونکې د پي اېس اېف د صوبې صدر هم پاتې ؤ، پۀ پوهنتون کښې انتظاميه هم د هغۀ ملګرې وه او حکومت هم؛ د الېکشن نتيجه چې راغله الېکشن ګټل خو پرېږده زمونږ ووټونه د سجاد خان د اميدوار نه هم کم راغلل. دغه الېکشن پۀ ظاهره خو مونږ بائيلود، خو ملګرو دا عهد وکړو چې اوس به پي اېس اېف پۀ ټوله صوبه کښې جوړوو. دا ذمه واري مجيب خان پۀ سر واخسته. مجيب خان د صوبې صدر شو. د صوبې د ټولو کالجونو دوره ئې وکړه. پۀ پېښور پوهنتون کښې هم ملګرو ډېر ښۀ کار شروع کړو. هغه وخت کښې پۀ صوبه کښې صرف دوه يونيورسټۍ وې: يوه پېښور يونيورسټي او بله پۀ ډي اٰئي خان کښې ګومل پوهنتون ؤ. د مجيب خان پۀ مشرۍ کښې د تنظيمي هلوځلو وجه وه چې کال پس پۀ پېښور پوهنتون کښې چې کله الېکشن کېدو، پي اېس اېف ورته هدايت الله بنګش )چې نن سبا پۀ جرمني کښې دے( ودرولو. نائب صدارت ته ئې نور جهان ولاړه وه )چې پۀ صوابۍ پوهنتون کښې وروستو وائس چانسلره وه(. الېکشن پيپلز والا وګټلو، ولې د الېکشن نه مخکښې دا تاثر ؤ چې الېکشن پي اېس اېف يقيناً ګتلے دے. دغه الېکشن پي اېس اېف را ژوندے کړو. دغه ټوله خواري د مجيب خان او د هغۀ د ملګرو وه.

    کله چې مجيب خان عملي سياست ته راووتلو، پۀ نېشنل عوامي پارټۍ کښې ئې خپلې هلې ځلې شروع کړې. وروستو بيا اے اېن پي جوړه شوه. د پارټۍ مشرانو پۀ مجيب خان دومره اعتماد وکړو چې هغه ئې د پېښور ضلعې ارګنائزر جوړکړو. چارسده او نوښار هم د پېښور ضلعې تحصيلونه وو. مجيب خان د ضلعې پۀ درې واړو تحصيلونو پېښور، چارسده او نوښار کښې کلي پۀ کلي تنظيمونه جوړول شروع کړل. ولې دوي يوه ډېره لويه فېصله دا وکړه چې پۀ پېښور کښې د پارټۍ د سيوري لاندې “وړومبے نړيوال باچا خان امن کانفرنس” وکړي. دا 1989 ؤ. دا پۀ هغه کړکيچنو حالاتو کښې ډېره لويه فېصله وه. هر طرف نه د جنګ اواز راتلو. پۀ افغانستان کښې جنګ ګرم ؤ، ولې پښتونخوا ته د افغانستان نه خلق در پۀ در خاورې پۀ سر د جنګ پۀ وجه را روان وو. دوه ورځنے کانفرنس پۀ مۍ کښې پۀ شاهي باغ پېښورکښې وشو. پۀ دغه امن کانفرنس کښې د جيوري د فېصلې مطابق د وړومبي باچا خان امن کانفرنس اېوارډ د هغه وخت د روس صدر ګورباچوف له ورکړے شو. دغه اېوارډ پۀ کانفرنس کښې موجود پاکستان کښې د روس سفير د رهبر تحريک خان عبدالولي خان پۀ لاس واخستو. دې کانفرنس سره د پارټۍ هلې ځلې نورې هم زياتې شوې او ورسره پۀ پارټۍ کښې د مجيب خان مقام ډېر اوچت شو. د کانفرنس اهميت دا ؤ چې د کانفرنس د اخراجاتو لپاره چنده کلي پۀ کلي ټولو ورکرانو کوله. پۀ دې وجه کانفرنس کښې ټولو ورکرانو ډېره زياته دلچسپي اخسته. کانفرنس ته د ټول ملک نه د مختلفو سياسي پارټيو مشران راغلي وو چې پۀ کښې محمودخان اڅکزے هم ؤ.

    پۀ پېښور کښې د محمود خان تقرير پۀ وړومبي ځل واورېدے شو. هم دغه کانفرنس نه د مجيب خان د محمود خان سره يو ذاتي تعلق جوړ شو چې وروستو هغه پۀ سياسي تعلق کښې بدل شو او مجيب خان د هغۀ سره پۀ پارټۍ کښې شامل شو. مجيب خان چې څۀ وخت محمودخان سره شاملېدو، هغه وخت د مجيب خان مور او پلار حج ته تللي وو. پلار ئې چې د حج نه راغلو او خبر شو نو د مجيب خان پۀ دې عمل ډېر خفه شو؛ بلکې يوه ورځ ئې محمود خان ته ووئيل چې زۀ پۀ نېشنل پارټۍ کښې يم، زما ورور ارباب سېف الرحمان پۀ نېشنل پارټۍ کښې دے او مونږ ټوله کورنۍ د هغۀ سره ملګري يو او تا سره مجيب خان شامل شوے دے، دا د دۀ ذاتي فېصله ده. اخر هم هغه وشوه، مجيب خان پۀ خپله فېصله پښېمانه شو او واپس اے اېن پي ته راغلو. ځکه خو ورته ملي قائد اسفنديار ولي خان وئيل چې ډېر وخت دې بهر تېر کړو، اوس به زمونږ نه زياته تېزه منډه وهې.

    مجيب خان کښې لويه خوبي دا وه چې د ليک لوست ډېر شوقين ؤ. د هغۀ حجره د پي اېس اېف د دور نه را واخله تر اخره پورې همېشه به د مېلمنو نه ډکه وه. هر چا ته به ئې ډېر پۀ خوشحالۍ ستړي مۀ شي کول. لويه خوش قسمتي ئې دا وه چې د هغۀ پلار ارباب عبدالرحمان خان او د هغۀ مور بي بي به د مېلمنو همېشه ډېر خيال ساتلو. د هغۀ د ملګرو او مېلمنو دائره هم ډېره لويه وه چې پۀ هغې کښې د ټولې پښتونخوا، بلوچستان او د افغانستان ملګري به همېشه شامل وو.

    د مجيب خان پارټۍ کښې دوباره شموليت سره ملګري ډېر خوشحاله شول. پارټي ورته هم ډېره خوشحاله شوه، ځکه د شموليت پۀ ورځ پۀ مرکزي مجلس عامله کښې د شاملېدو اعلان د سټېج نه وشو او هغۀ د پارټۍ پروګرامونو کښې ډېره دلچسپي اخستله. پۀ خپله علاقه کښې د پارټۍ ډېرو ملګرو ورته پۀ تېرو عامو انتخاباتو کښې د حصې اخستو وېنا وکړه خو هغۀ وئيل چې زۀ پارټۍ ته د ټکټ لپاره نۀ يم راغلے، زۀ به د پارټۍ د ائين او منشور او د پښتون قام د يووالي لپاره به ټول عمر کار کوم.

    خو افسوس چې ژوند مجيب خان سره وفا ونۀ کړه او ډېر بې وخته زمونږ نه جدا شو. د هغۀ د جنازې نه او بيا د هغۀ تر څلوېښتمې پورې چې ټول قام هغۀ سره د کوم عقيدت پېرزوئينه وکړه، هغې نه دا ثابته شوه چې د مجيب خان پۀ مرګ ټول وطن ډېر غمژن ؤ، ځکه خو د کوئټې، جلال اباد اوکابل نه علاوه پۀ نورو ښارونو کښې هم د هغۀ د غائبانه جنازې نمونځونه وشول.

    کۀ زۀ دا ووايم چې مجيب خان پۀ سياست کښې زما استاذ ؤ نو غلطه به نۀ وي.

     

  • #پښتون_قامي_جرګه – اداريه

    پۀ اوسنۍ “د باچا خان اوونۍ” 20) جنورۍ تر 27 جنورۍ( کښې پۀ شلمه جنورۍ د پېښور ډويژن جلسې ته پۀ خپلو خبرو کښې د عوامي نېشنل پارټۍ مرکزي صدر اسفنديار ولي خان د خېبر پښتونخوا پۀ صوبائي صدر غږ وکړو چې پښتون قام ته د را پېښو شخړو هواري د پاره د يو شريک دريځ او لارې را ويستلو د پاره د پښتنو قامي جرګه را وغواړي او دې جرګه کښې د دې خاورې ټولو سياسي ګوندونو، تنظيمونو، جرګو او د مختلفو فکرونو نمائندګي کوونکو سازمانونو او افرادو ته بلنه ورکړي. د ښاغلي مشر د دغه غږ پۀ ځواب کښې پۀ لسم مارچ (2020) د عوامي نېشنل پارټۍ د مرکزي سېکرټرېټ “باچا خان مرکز” پۀ “احمد شاه بابا تالار” کښې د “پښتون قامي جرګه” رابللو تابيا شوې ده.

    عوامي نېشنل پارټۍ هغه حالاتو او مسائلو ته د جرګې پۀ صورت کښې خپل رد عمل وښودلو چې پښتانۀ ورسره مخ دي. دا د يو پياوړي تاريخي روايت تسلسل دے. دې جرګې د پاره د عوامي نېشنل پارټۍ خېبر پښتونخوا صوبائي صدر اېمل ولي خان پۀ دوه ويشتمه جنورۍ پۀ بنو کښې جلسې ته د وېنا پۀ وخت څلور بنيادي نکتې اعلان کړې چې پۀ کښې درې نکتې نېغ پۀ نېغ يو بل سره تړلې شوې دي. وړومبۍ نکته د بد امنۍ ده – دغه جلسه کښې د راغلو وزيرو، مسيدو، داوړو او شاوخوا اوسېدونکو اولسونو نه د يو تپوس شکل کښې صوبائي صدر پوښتنه وکړه چې ايا د ریاست good طالبان بيا دغه سيمو کښې ښکاره نۀ ګرځي؟ خلکو غږ وکړو چې “هو! ښکاره جاره ګرځي”. دغه good طالبان هدفي وژنې کوي، د کورونو بې عزتۍ کوي، د تاوان د پاره اغواء او نور کارونه کوي چې د سيمې اولس ئې يو شمېر ګواښونو سره مخ کړے دے. د ترهګرۍ پۀ ضد د جنګ نتیجه خېزي د رياست لۀ خوا د good او bad طالبانو د تشريح پۀ سبب نيمه خوا نيمګړې پاتې ده چې زور ئې نېغ پۀ نېغ د دغه سيمو اولس ته خصوصاً او نورې پښتونخوا ته عموماً رسېږي. دوېمه نکته هم د ترهګرۍ پۀ ضد د جنګ لۀ امله د بې کوره شوو خلکو ده. دې خلکو د امن د خواهش د پاره خپل اباد کورونه، بازارونه، دېرې، فصلونه او باغونه پرېښي وو او اوس پۀ کېمپونو کښې د ژوند کړاوونو ته پرېښودے شوي دي. دغه زمانه کښې د پنجاب او سندهـ لۀ خوا دوي ته لارې هم بندې کړې شوې وې. کوم خلک چې د علاقې د clearance د اعلان نه پس تلي دي، هغه د good طالبان پۀ رحم و کرم دي. دې سره د هغوي د شوي نقصان د ازالې او تلافۍ د پاره اوس خبره دې ته را رسېدلې ده چې هغوي پېښور کښې د صوبائي اسمبلۍ وړاندې احتجاجونه شروع کړي دي. د دې کرښو تر ليکلو دا اطلاع راغلې ده چې د فوج او طالبانو مخلوط صوبائي حکومت پۀ دغه احتجاجيانو لاټهي چارج کړے دے او د هغوي د فرياد اورېدو پۀ ځاے ئې د هغوي ګرېوانونه شلولي دي. يوه لويه ابادي پۀ بکاخېل او نورو کېمپونو او د صوبې مختلفو علاقو کښې د بې کورۍ ژوند کوي. حکومت د دغه بې کوره شوو سره د غمرازۍ او خواشينۍ څرګندونې د پاره څوک د دغه کېمپونو دورې ته هم نۀ پرېږدي. هم د ترهګرۍ پۀ ضد جنګ سره تړلې بله نکته د هغه ځوانانو او خلکو ده چې د اپرېشنونو پۀ دوران کښې د سيکېورټي ادارو لۀ خوا بې درکه کړے شوي دي. د پښتون تحفظ مومنټ لۀ خوا د missing persons د ازادولو د مطالبې نه پس رياست پاکستان دعويٰ کړې وه چې دغه داسې خلک دي چې پۀ ترهګرۍ کښې ککړ دي. د good طالبان وکالت او حفاظت کوونکے رياست به د ترهګرۍ تشريح کښې څومره حق بجانب وي؟ بيا هم، عوامي نېشنل پارټۍ پۀ دې اړه يو واضح موقف لرلے دے. د PTM د اسلام اباد پرلت کښې پۀ خپله وېنا کښې د عوامي نېشنل پارټۍ مرکزي صدر اسفنديار ولي خان دا مطالبه کړې وه چې د ترهګرۍ پۀ ضد جنګ کښې څومره خلک بې درکه کړے شوي دي، هغه دې عدالتونو ته پېش کړے شي؛ کۀ پۀ دوي کښې څوک ګنهګار وي او ترهګرۍ کښې ملوث ثابت شي، هغوي ته دې د قانون مطابق سزا ورکړې شي خو کوم خلک چې بې ګناه دي او څۀ جرم پرې ثابت نۀ شي، بايد هغوي بيا خپلو کورونو، خپل مور پلار، وروڼو خوېندو، ښځو او بچو له لاړ شي. اېمل ولي خان د بنو جلسه کښې هم دغه موقف تکرار کړو او دا ئې د جرګې درېمه بنيادي نکته وبلله. د دې جرګې څلورمه نکته د قدرتي وسائلو د ملکيت ده. د اتلسم ائيني ترميم پۀ رڼا کښې د قدرتي وسائلو زيرمې د صوبې فطري ملکيت دے او د دې د استعمال، د دې نه د پېداوار او د دې د مارکيټ حقوق صوبې ته حاصل دي. د امنيتي ادارو لۀ خوا د ړنګ شوو بازارونو او تالا شوو باغونو پۀ اړه د اولسي غږونو راتلو نه پس د قدرتي وسائلو پۀ حکومتي تحويل کښې د اخستو بِل پاس کېدل يو ډېر خطرناک اقدام دے. دا وخت پۀ وفاق او خېبر پښتونخوا صوبه کښې د تحريک انصاف پۀ شکل کښې نېغ پۀ نېغه د فوج او طالبانو مخلوط حکومت دے. د غېر ذمه وارې بيان بازۍ حد دے چې ګوډاګے وزير اعظم او صادق و امين اٰرمي چيف پۀ يوه خولۀ وائي چې “اتلسم ائيني ترميم ملک دېواليه کړو” او دا چې “اتلسم ائيني ترميم د شېخ مجيب د شپږو نکاتو نه زيات خطرناک دے.” مسئله د اتلسم ائيني ترميم نۀ ده – د پاکستان جي ډي پي روان کال د پاره د جنوبي اېشياء تر ټولو پرېوتې (2.8%) کېدونکې ده، مسئله دا هم نۀ ده – د پاکستان سټاک اېکسچېنج تسلسل سره مخ پۀ ښکته دے او د دې علتونه مختلف ښودلے کېږي، خو مسئله دغه هم نۀ ده – دا اوس د ټرانسپرنسي انټرنېشنل د رپورټ پۀ رڼا کښې، پاکستان پۀ کرپشن کښې دوه پوائنټه بره ختلے دے، خو مونږ وايو چې مسئله د کرپشن هم نۀ ده –

    مسئله دلته د کرپشن نۀ ده؛ مسئله د معطل ائين، مقبوض جمهوريت، جيلب شوي عدالت، غلامې ميډيا، يرغمال پارلېمان، انتقامي احتساب، ټګيژن انتخاب، سياسي اسلام، د صنعت او تجارت د قتل او جنګي اقتصاد ده – مسئله د ګاونډو هېوادونو سره د تعلقاتو ده، د مسنګ پرسنز ده، د وسائلو د تالان ده، مسئله پۀ پښتونخوا کښې د اېکشن اِن اېډ اٰف سول پاور ارډيننس ده.

    مسئلې ډېر ښکاره دي. حل ئې پۀ دې کښې دے “چې لا به يو کېږو ګنې ورکېږو.” دې مسئلو او دې حالاتو ته د قامي جرګې را بللو سره رد عمل کول د قامي سياست ذمه واري وه او عوامي نېشنل پارټۍ د دغه ذمه وارۍ تر سره کولو د پاره ګام پورته کړو. د دې کرښو تر ليکلو پورې د قامي جرګې پۀ اړه وړومبۍ غونډه د مرکزي سينئير نائب صدر امير حېدر خان هوتي، مرکزي مشر سېکرتر میا افتخار حسېن، صوبائي صدر اېمل ولي خان او صوبائي مشر سېکرتر سردار حسېن بابک موجودګۍ کښې شوې ده. د جرګې د پاره د مختلفو کمېټيو د جوړولو سفارشات مرتبېږي او زر به يوه رابطه کمېټي هم د بلنو د پاره وټاکلې شي. دا وخت مختلف وړاندېزونه پۀ تحريري توګه د خېبر پښتونخوا د مشر سېکرتر سره جمع کولے شي.

    دا جرګه يو داسې فرصت دے چې د دې نه ګټه پورته کول د دې قام د خېر خواهۍ دعويٰ کوونکي هر ګوند، هر تنظيم، هر سازمان او هر فرد باندې ده. دې جرګې د پاره هره خبره د انتهائي ذمه وارۍ غوښتنه کوي. د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د سېنېټر ښاغلي عثمان کاکړ او د وزيرستان نه د قومي اسمبلۍ غړي او د پښتون تحفظ مومنټ د مخکښ ښاغلي محسن داوړ لۀ خوا د جرګې د حمايت اعلان پۀ ډېرو خولو لاس کېښودو. د رايې د اظهار حق هر چا ته حاصل دے خو شريکې قامي بيانيې منځ ته راوړو د پاره بايد سياست، ادب او صحافت سترګې غړېدلې ولري.

    د پښتنو قامي جرګه به پۀ لسم مارچ د باچا خان مرکز پۀ احمد شاه ابدالي تالار کښې تر سره کېږي.

    خاونده! تۀ ودانه کړې!
    يو ځاے پۀ کښې د ځانه کړې!
    يه لويه خدايه ورانه کړې!
    زمونږ د يو والي حجره
    د پښتنو ډله خوره
    سپېرۀ بېلتون لره دېره
    فضل محمود مخفي

     

  • رياستي شهيد “پېکېج” – پښتون

     

    د حکومت لۀ خوا د کورونا وباء د لاسه “قتل” کېدونکو د پاره هم د “شهادت” اعلان شوے دے!!!

    مونږ دا موقف لرو چې څنګه پۀ دهشتګردۍ کښې د قتل شوو “قاتل” رياست دے؛ بېخي هم دغسې، کۀ د کورونا وباء کښې خلکو د پاره د ټسټونو، طبي سهولتونو او د هغوي د نورو ضرورتونو پوره کولو ذمه واري رياست نۀ پوره کوي نو د دې مړو خون به هم د رياست پۀ غاړه وي.

    رياست دې خپلې ذمه وارۍ پوره کړي – رياست پۀ دې خپله غاړه نۀ شي خلاصولې چې بې د څۀ سهولت او ضروري سامان پوره کولو لارې کوڅې د “قرنطينه” ګرځولو اعلانونه کوي او اولس پۀ دې بحث کښې ګېروي چې نمونځ د پاره به څو کسان جومات ته تلے شي او څو نۀ!!!

     

  • بريان رسنک – ژباړن: “پښتون”

    ‌vox.com

    Scientists warn we may need to live

    with social distancing for a year or more

    سائنسدانان لۀ يو کاله زيات د تنها ژوند اندېښنه ښائي

    امريکا او چاپېره نړۍ کښې ژوند پۀ يو زړۀ چاودون اوړي. مونږ د خپلو خوښو خلکو نه لرې وځو، د خپلې خوښې ځايونو ته تګ نه پښه نيولي کېږو او ډېر خلک د تش لاس او بې روزګارۍ ازمېښت سره مخ کېږي.

    د کرونا نړوبا ]نړيواله وباء[ زمونږ د نفسياتو تر لارې زمونږ د ژوند هر اړخ سکونډي او مونږ غواړو چې د دغې بلا نه خلاص شو – خو کېدے شي دې سره مقابله کول د څو ورځو يا مياشتو خبره نۀ وي؛ کېدے شي دا د يو کال نه هم زيات وخت واخلي.

    مونږ به د يواځېوالي ژوند ته ځو، ځکه چې د روغتيا پوهان وائي د دې خونړۍ وباء د مخنيوي تر ټولو غوره لار دا ده چې مونږ پۀ ټولنيز کچ جسماني طور يو بل نه لرې پاتې شو – کۀ د دې وباء خورېدل ايسار نۀ کړے شو نو امکان لري زمونږ هسپتالونه د دې وباء نه متاثره لسګونه لکهه خلکو ته Ventilators او د ICU اسانتياوې ور نۀ کړې شي. دا اوس چې لا دغه وباء پۀ پراخه کچ خوره شوې نۀ ده، مونږ د دغه اسانتياو کمي سره مخ يو.[1]

    د کورونا وائرس مخنيوي د پاره د وائټ هاوس د جوړ کړي ټاسک فورس ډائرېکټر انتهوني فاسي (Dr. A. Fauci) يو پرېس کنفرانس کښې وئيلي دي، “ممکنه ده ځينې خلک باور لري چې مونږ د دې وباء مخنيوي کښې لږ وروستو پاتې شوي يو، خو رښتيا دا دي چې کله داسې وباء راشي او خورېږي نو مونږ کله هم د دې د مخنيوي سمه اندازه نۀ شو لګولې – مونږ ته به د دې مخنيوي کښې ځانونه تل وروستو ښکاري.”

    نو کۀ مونږ دا ګڼو چې مونږ وروستو نۀ يو پاتې او پۀ وخت مو ګامونه پورته کړي دي نو بيا د کورونا ماتولو د پاره به مونږ ته څومره وخت پکار وي؟ – دا يو تريخ حقيقت دے چې تر څو د دې د پاره وېکسين او علاج نۀ وي موندلے شوي، دا به هم دغسې ورځ پۀ ورځ خورېږي او زيات نه زيات انسانان به اغېزمن کوي.

    د “The Rules of Contagion” [2] ليکوال او د لندن سکول اٰف هائجين اېنډ ټرافيکل ميډيسن ښاغلے ادم کشارکي (Adam Kucharski) چې د وبائي رنځونو پۀ اړه پراخه تجربه لري، وائي، “زۀ ګڼم چې څۀ مودې د پاره د سکولونو او رستورانو بندېز سره به ژوند ته ستنېدل ممکن نۀ شي؛ اصل خبره چې د خلکو مزغو ته د کوزولو ده، هغه دا ده چې مونږ به د يوې اوږدې مودې د پاره د تنهايۍ ژوند سره مخ کېږو. دا وائرس به لږ تر لږه کال دوه چاپېره ګرځي نو دا ځکه ضروري ده چې مونږ د څو ورځو، هفتو يا مياشتو پۀ شڼشڼي ځانونه و نۀ غولوو.” هغه زياتوي، “مونږ سره بله لار نشته. پۀ دې حالاتو کښې مونږ له د يو بل نه جدا کېدل دي او هم داسې به مونږ د دې وائرس د خورېدو مخه نيولو کښې بريالي کېږو.”

    دا وخت مونږ ته د خپل ژوند ژغورلو او د مالي ستونزو سمول پۀ سر پراتۀ دي او دا هم یاد ساتل دي چې د ډېرې ببرې بلا سره پرزونې را پۀ سر دي.

    د کشارکي پۀ اند خو دا وخت د دې خونړۍ بلا نه د خلاصېدو يواځينۍ لار “ټولنيز واټن” (Social Distancing) دے. هغه وائي، “کۀ چرې دا غلطي وکړې شوه چې لږه موده پس خلکو ته بيا د يو ځاے کېدو اجازت ورکړے شو نو دا بلا به پۀ زياته پراخه پېمانه خوره شي او د پوخ عمر خلکو او ناروغو د پاره به د مرګ استازے وګرځي. داسې کله هم نۀ شي کېدے چې دوي به څو هفتو کښې دا وائرس ختم کړي.”

    يقيناً چې مونږ دا وخت د يو داسې وېکسين جوړېدو لار څارو چې هغه د دې وائرس مونډ وباسي )دې لړ کښې ځينې ادارې د وېکسين جوړولو دعوې هم کوي – دغه وېکسين به اوس لېبارټريو ته د تجربې د پاره ځي او مونږ ګڼو چې د دې توثيق به هم کال پورې وخت اخلي( – يا چې د دې وائرس نه د اجتماعي مدافعت لپاره څۀ داسې لار نۀ وي را ويستې شوې چې کۀ خلک هر څو يو بل سره بلوڅي خو د وائرس مدافعتي نظام پکښې کارګر وي او دوي اغېزمن کېږي نۀ.

    د اجتماعي مدافعت دا نظام يقيني نۀ دے او دا امکان لري چې څۀ موده پس دغه نظام غېر فعاله شي او کال کښې دننه د وائرس د مدافعت صلاحيت بيا ختم شي. دې سره دا اندېښته شته چې پۀ مليونو خلک متاثره او مړۀ شي.

    د امپېريل کالج اٰف لندن Covid-19 څېړونکې ډلې د دې مخنيوي د پاره تر اوږدې مودې د ټولنيز واټن مشوره ورکوي. دوي د دې وباء د مخنيوي د پاره دوه لارې ښائي: يوه لار د کورونا “پڅول” (Mitigation) دي او د دې مطلب دا دے چې داسې حالات پېدا کړے شي چې کۀ هر څو دا لا ختمېږي نۀ خو چې د دې خورېدل لږ نه لږ شي – دوېمه لار د وباء ستنول(Suppression) دي؛ يعني هغه هر څۀ پرېښودل چې دا وباء ترې پېدا کېږي او خورېږي.

    دوي خپله تجزيه کښې زياتوي، “د کورونا د يقيني مريضانو بېلول او د پوخ عمره ]پنځوس کاله نه زيات[ خلکو قرنطين کول به کله هم فائده و نۀ کړي کۀ چرې دوي خپلو کښې يو بل نه هم جدا نۀ وي.” دوي غوښتنه کوي چې هر کس د پاره بايد ځان له کټ پوزے او ځان له د استعمال اوزار وي.

    دا خبره دې پام کښې ولرلې شي چې هره سيمه کښې د وائرس د خورېدو او د دې نه د کېدونکو مرګونو تناسب د دغه سيمې د خلکو د رويو او تعامل پۀ وجه مختلف دے. دې تناسب کښې دوه نور غېر يقيني عناصر هم دي: (i دا چې لوبې کوونکي ماشومان دا وائرس څنګه خوروي (ii دا چې بدلېدونکي موسم سره د وائرس اثر کښې څۀ بدلون مخې ته راځي.

    “د وباء ستنول” (Suppression) د پاره د ټولې ابادۍ تر منځه ټولنيز واټن بنيادي ضرورت دے او د دې سره د زيات نه زيات خلک بچ کېدے هم شي او پۀ هسپتالونو به د بې ځايه زياتې ګڼې ګوڼې جوړېدو ضرورت هم نۀ پېښېږي. خو دا واټن او دې د پاره بندېزونه به د وېکسين جوړېدو پورې ټينګ ساتل وي؛ کۀ دې لړ کښې لږه سستي هم وشوه او خلک بيا انګته شول نو نقصان به ئې يو پۀ دوه کېږي. د بندېزونو ټينګ ساتلو کښې لږه کوتاهي به هم مونږ تباهۍ سره مخ کړي. دا بېخي سمه ده چې سپرېشن د پاره مونږ د اقتصادي زيان سره د خپل ټولنيز او شخصي ژوند هم لوے قيمت ورکوو.

    داسې نۀ ده چې ګنې د “ټولنيز واټن” به څۀ ګټه نۀ وي – کشارکي او دا نوي راپورونه دا وائي چې کۀ د ټولنيز واټن دا فېصله پۀ کلکه عملي نۀ کړې شي، يا د دې پۀ ځاے بله کومه حکمت عملي پۀ زيات سائنسي طريقه کار خپله نۀ کړې شي نو بيا به د وباء لۀ نوي سره د زياتې خونکارۍ سره د خورېدلو امکانات ډېر وي. دا وائرس ډېر پۀ منډه د خورېدو صلاحيت لري، کۀ حفاظتي تدابير خپل نۀ کړے شي نو د دې وائرس يو مريض دوه او دوه نيم کسان پۀ يو وخت متاثر کولے شي. دا نوے هم دے نو ځکه ورسره زمونږ دننه مدافعتي نظام بلد هم نۀ دے. چين کښې هم دې پۀ لوے شمېر خلک ځکه متاثره کړل چې د دې د څۀ علاماتو څرګندېدو نه وړاندې دا خور شوے ؤ. کله چې داسې نوې ناروغي وي، علامتونه ئې هم زر نۀ څرګندېږي، نو د هغې پۀ نخښه کول او مخنيوے کول ګران وي.

    پۀ ديارلسم مارچ د څېړنيزې جريدې “سائنس” لۀ خوا خپره شوې يوه تجزيه کښې وئيلے شوي دي چې پۀ چين کښې راغلي شپږ اتيا سلن (86%) د کورونا کېسونه د درې ويشتمې جنورۍ نه مخکښې د هغه متاثرينو وو چې د صحت محکمې ئې نشاندهي نۀ وه کړې )د دې کله هم دا مطلب نۀ دے چې دغه مريضانو کښې د کورونا د متاثره کېدو نخښې نۀ وې؛ نخښې وې خو پېژندلې شوې نۀ وې(. اوس دغه مريضان چې نشاندهي ئې نۀ وه شوې، د ټولو اغېزمنو د شمېر يو کم اتيا سلن (79%) مريضان متاثر کړي وو. کۀ مونږ دا شمېر پۀ پام کښې وساتو نو دې تلخ حقيقت سره مخ کېږو چې کۀ د کورونا د متاثره کسانو با ضابطه ټسټونه و نۀ شي نو دا وائرس به څومره پۀ تېزۍ سره خورېږي او خپلې جرړې به ښخوي!!!

    د “ټولنيز واټن” پۀ اړه د جونز هاپکنز مرکز ډاکټره مېرمن جنيفر نوزو (Dr. Jennifer Nuzzo) ټينګار کوي خو دا اندېښنه هم څرګندوي چې، “زۀ نۀ ګڼم خلک ټولنيز واټن ته تيار دي او کۀ دوي پۀ ځاے ناسته نۀ کوي نو د دې نقصان به بې انتها وي” – هغه زياتوي، “زمونږ سترګې سياسي قيادت او حکومت ته دي چې هغوي به څۀ پرېکړه کوي – ټولنيز واټن ډېر زيات ضروري دے خو خلک به څنګه دې ته جوړ شي چې څو مياشتې پۀ کورونو کښېني؟” هغه وائي، “زۀ د خپلو ټولو اندېښنو پرته يو اميد لرم خو د يوې اوږدې مودې پورې د خلکو پۀ کورونو ناسته راته بيا هم ناشوني برېښي.”

    امريکائي صدر ډونالډ ټرمپ د پينځلس ورځو د پاره د ټولنيز واټن پرېکړه اعلان کړې ده ]دې کښې اوس يوه مياشت نوره اضافه کړې شوې ده[ – د ګل پۀ ورځ دغه پرېس کنفرانس کښې چې ښاغلي ټرمپ نه پوښتنه وشوه چې “کورونا به کله پورې د مټ لاندې راشي؟” نو هغۀ ځواب ورکړو، “خلک وائي چې د جولايۍ يا اګست پورې به ئې څۀ لار راوځي.” ]داسې معاملو کښې ډونالډ ټرمپ بېخي د امريکې عمران خان دے، باور پرې نۀ شي کېدے[.

    اوس کۀ څو مياشتو د پاره ټولنيز واټن دا وخت يواځينۍ لار ده نو بيا د اولسي روغتيا چارواکي بايد د توازن يوه داسې لار هم وښائي چې يو خوا ورسره د دې وباء نه د مرګونو څپه کمه شي او بل خوا د خلکو د پاره ژوند تېرول او د دې ضرورتونه پوره کول هم تر يوۀ حده ممکن شي – دې د پاره د دې وائرس پۀ حقله د زيات علم لرونکو خبره به زيات وزن لري. نورې خبرې به وخت خپله سپينوي چې مونږ له د مرګ سره فاصله او ژوند سره رشته ساتلو د پاره څۀ اقدامات پکار دي، البته د روغتيا ماهر او Bylor کالج کښې د نېشنل سکول اٰف ټراپيکل ميډيسن ډین پيټر هوټز (Peter Hotez) مونږ ته وئيلي دي، “د دې غېر يقيني حالاتو پۀ منځ کښې بايد مونږ هر حال کښې بنيادي احتياطي تدابير خپل کړو. کېدے شي کال پس مونږ ته پته ولګي چې دا ځينې احتياطونه کول ضروري هم نۀ وو، خو د وائرس پۀ حقله دا وخت د معلوماتو د نشتوالي لۀ امله بايد مونږ هر ډول احتياطي تدابير خپل کړو.” هغۀ پۀ دې خبره زور ورکړو چې “د ټولنيز واټن پۀ فېصله به مونږ کله هم ستومانه نۀ شو او دا هغه قرباني ده چې مونږ به ئې د خپل ځان، خپلو خپلوانو او خپلې ټولنې د ژغورنې د پاره ورکوو.”

    د جان هاپکنز پوهنتون کروتيکا کپالي (Dr. Krutika Kuppalli) وائي، “سائنسدانان پۀ دې لټون بوخت دي چې وګوري کوم قسم خلکو او کومو سيمو کښې دا وائرس پۀ اسانه خورېږي – کۀ چرې هغوي وويني چې د وائرس نه متاثره کېدو يا د دې خورېدو کښې ماشومان څۀ ډېر لاس نۀ لري نو امکان لري چې هغوي د سکولونو پرانستو سفارش وکړي. کېدے شي دغه نتيجو ليدو باندې د تګ راتګ وسيلې او ټرانسپورټ نه هم بندېز اوچت کړے شي. خلکو ته به بيا هم د فاصلې ساتلو ښونه کېږي او کېدے شي د محدوده شمېرې سره رستوانو او هوټلونو ته هم د کار اجازت ورکړے شي.” هغه زياتوي، “يو ځل چې حالات لږ سم شي، مونږ به ګورو چې کۀ د دې وباء د تباهکارۍ د خورېدو اندېښنه کمه شي نو ورو ورو به د بندېزونو لرې کولو د پاره سپارښتنې مخې ته راځي.”

    د ټسټونو د نشتوالي يا د دې د ډېر لګښت پۀ وجه مونږ دا وخت دا نۀ شو وئيلے چې د وباء د خورېدو اصلي صورت حال څۀ دے؛ دا وخت راغلي اعداد و شمار پۀ يو حال کښې هم د باور وړ نۀ دي.

    دې شاليد کښې د کولمبيا پوهنتون وائرسپوهانه انجيلا راسمسن (Angela Rasmussen) وائي، “تر څو چې مونږ ته دا صحيح اندازه نۀ وي چې دې وائرس څومره خلک متاثره کړي دي نو مونږ د دې پۀ اړه څنګه څۀ دعويٰ کولې شو؟” هغې پۀ دې خبره زور ورکړو چې، “داسې حالاتو کښې چې مونږ ته د وائرس د خورېدو صحيح اندازه نشته، بايد مونږ سختۍ سره پۀ ‘ټولنيز واټن’ ساتلو عمل وکړو او ټول احتياطي تدابير خپل کړو. د احتياطي تدابيرو خپلول دا وخت يواځينۍ لار ده او د دې نتيجې هم يقيني دي.”

    د “ټولنيز واټن” د پاره د بېلابېلو هېوادونو لۀ خوا د رياستي زور پۀ نتيجو وباء پوهانه تارا سمتهـ (Tara Smith) اندېښنه څرګندوي چې، “پۀ لږه موده کښې د رياستونو لۀ خوا د ټولنيز واټن پۀ زور ساتلو سره راتلونکې مثبت نتيجې هم دا وېره زياتوي چې ممکنه ده ملکونه خوش فهمۍ کښې دغه زور کښې کمے راولي او د دې پۀ شا به سياسي او اقتصادي فشار وي – کۀ داسې وشول نو دا به لا ډېرې خطرناکې نتيجې راوړي.” هغې د خپلې اندېښنې دليل د پاره سوال پورته کړے چې، “ایا اولس او سياسي مشرتابه به د ټولنيز واټن د مودې زياتولو ته غاړه کېږدي؟ زما نۀ دے خيال چې هغوي به دې ته رضا شي.”

    د چين او جنوبي کوريا لۀ خوا تر ډېره حده د کورونا رانغښتلو نه پس د سکولونو او پۀ محدوده پېمانه د تجارتي مرکزونو د پرانستې پرېکړه باندې کشارکي وائي، “بلا لا اوس هم شته – دا امکان ډېر دے چې څو اوونيو کښې به دا بيا سر اوچت کړي.” هغه زياتوي، “کورونا اوس هم چين کښې شته، کۀ دا يو ځل بيا خوره شي نو مونږ به د مياشت دوو زوړ وېروونکي حالت سره بيا مخ شو.”

    دا ده چې مونږ د چين او کوريا د اقداماتو نه د دې وائرس مخنيوي د پاره رهنمائي اخستې شو. دې لړ کښې کوريا پرانستې تڼۍ د کورونا لټون د پاره ټسټونه وکړل، مريضان ئې معلوم کړل، د هغوي د متعلقه خلکو معلومات ئې تر لاسه کړل او د مستقل علاج پۀ ذريعه ئې د دې وباء زور کښېنولو.

    د وباګانو خورېدو پۀ لاملونو څېړنه کوونکي د بوسټن چلډرن هاسپټل ماريشو سنتيلانا (Mauricio Santilliana) د جنوبي کوريا پۀ کړو اقداماتو وائي، “مونږ ته چې کوريا نه کومه ډېټا تر لاسه شوې ده، د هغې تر مخه تر اوسه دغه بهترين اقدامات دي. دغسې بشپړ ټسټونه به زياته مرسته وکړي. د نورو ملکونو لۀ خوا دغسې ټسټونه او اقدامات نۀ کول لويه غلطي ده.”

    د دې ټولو تحقيقاتو او رپورټونو ليدلو سره د زړۀ خفه کېدل عام خبره ده – دا خبرې ترخې دي خو رښتيا دي – مونږ لا د دې وائرس پۀ اړه هېڅ معلومات نۀ لرو. راتلونکو څو مياشتو کښې به ژوند مونږ د پاره ډېر ګران وي خو بيا پۀ خپلو پښو ودرېدلو د پاره به انسانان دا قربانۍ ورکوي – مونږ نۀ يو خبر چې کله، خو دا بلا به سړېدو له ډېر وخت اخلي. مونږ به د ژوند اميد نۀ پرېږدو.

    1. ياده دې وي چې دا ليکنه د کورونا د ښکاره کېدو د بېخي وړومبيو ورځو ليکنه ده او تر دې دمه چې مونږ دا ليکنه ژباړو، پۀ نړۍ کښې د کورونا څخه د اغېزمنو شمېره د اووۀ لکهه نه اوړېدلې ده.
    2. وبائي رنځونه څنګه خورېږي؟

     

  • د بونېر ‘شېخ سعدي’ – طارق زمان چغرزے

    د قد نه مندرے او پۀ شرعي لحاظ پۀ تول کره پوره دے. جمالياتي حِس ئې ډېر ګړندے او مړنے دے. د جمالياتي ذوق سرحدونه ئې هم يو شمېر دي. د جذباتيت دائره کار ئې ډېر عجيبه دے. لوستونکے او اورېدونکے ډېر زر خپل مندري، ګړندي وجود او فن ته مائله کوي. د فن پارې د لوستلو سره ئې لوستونکے جذباتي کېږي نۀ، بلکې د لوستونکي د جذباتو تطهير او تشکيل پۀ بشپړه توګه کوي. د بيان او ليک طريقې ئې هم نوې دي. د تکنيک اصول ئې هم پۀ تول کره پوره دي. د خپل ځانګړي تکنيک او اسلوب پۀ چوکاټ کښې خپلې فن پارې غزوي.

    دا د مندري قد مالک او پۀ شرعي لحاظ پۀ تول کره پوره موسٰي ګل ګل اعوان دے چې د سيالۍ او ماده پرستۍ پۀ دې ځغل کښې ئې ليک لوست ته کار وئيلے دے. ښاغلے موسٰي ګل ګل د مارچ د مياشتې پۀ شپږمه نېټه کال نولس سوه پينځه شپېتم (1965) کښې پۀ عمرزو چارسده کښې سترګې غړولې دي. د پلار نوم ئې ملوک دے. د چارسدې عمرزو نه د موسٰي پلار پۀ کال 1971ز کښې بونېر بهائي کلي ته کډه را وړې وه. موسٰي ګل ګل باقاعده تعليم پۀ بونېر کښې ترلاسه کړے دے. د خپل تعليم سلسله ئې تر شپاړسم جماعت پورې رسولې ده او پۀ دې ډېر خوشحاله دے چې شپاړسم جماعت ئې د اسلاميات پۀ مضمون کښې پاس کړے دے. د باقاعده ليک اغاز کال 1989ز کښې هغه وخت کړے ؤکله چې دے پۀ ډګر کالج کښې د اېف اېس سي طالب علم ؤ.

    د بونېر پۀ مردم خېزه او ادب خېزه خاوره کښې کۀ يو خوا د ادب مئينان زيات دي نو بل اړخ ته دې خاورې ته دا شرف هم حاصل دے چې دا خاوره د سر تور فقير، ملک باکوخان، پيربابا، اخون سالاک، دروېزه بابا او د رام چندر جي ټاټوبے پاتې دے. هغوي پۀ کښې خپل فن، فکر او کردار روښانه پرېښودے دے. د بونېر پۀ ادبي او علمي فضاء کښې ښاغلي موسٰي ګل ګل ښه وده کړې ده.

    موسٰي ګل ګل چې کله هم د خپل کالۀ نه را وځي نو سترګې ئې يا پۀ مبارز او باغي شمس بونېري لګي او يا ئې پۀ حېدر علي اخوندخېل او قمر الله خان قمر.

    زۀ خو موسٰي ګل ګل يو صوفي ګڼم ځکه چې پۀ وجود او کردار کښې ئې څۀ قسم خچن والے نشته او خپل ځان ئې پۀ حق کښې فنا کړے دے. د خپلې مجاهدې پۀ ذريعه متصوف دے نۀ چې مستصوف – پۀ خپل کلام کښې اکثر د قران مجيد يا احاديث نبوي )ص( د مفاهيم را وړلو کوشش کوي. لکه د مثال پۀ توګه:

    اول اول رب العزت رضا کړه

    دوېم نمبر د محمد عربي

    د نور مخلوق ده بيا دريم درجه

    او يا لکه دا چې:

    توبه توبه هغه توبه ده قبول

    چې جهالت کښې درنه وشي څۀ کار

    د قصد پۀ کار کښې توبې نۀ قبلېږي

    )مفهوم النساء (17

    د تخيل معيار ئې ډېر لوړ او وسيع دے. ډېر ښۀ تخليقي استعداد لري د کومې پۀ ذريعه چې پۀ ادبي نړۍ کښې خپل ځانګړے وجود او حېثيت لري. خپلې تجربې او مشاهدې له نوي شکل ورکولو کښې څۀ رنګ کوتاهي نۀ کوي. مطالعه ئې هم ډېره ژوره ده. کله هم چې پۀ ذهن کښې ئې د معلوماتو ذخېره پوره شي نو بيا ورته د يوې فن پارې شکل وبخښي او الفاظ خو پۀ داسې زړۀ راکښونکې پېرايه کښې ئې وپيئي چې پۀ زخم ملهم لګي. زۀ نۀ پوهېږم چې د کوم پير مرشد دے، د خپل علمي او ادبي بصيرت پۀ رڼا کښې پۀ صراط مستقيم روان دے او خپلو لوستونکو او اورېدونکو ته هم صراط مستقيم ښائي. اوس خو مرشد نۀ يو کامل پير دے ځکه چې بلها مريدان لري او دغه مريدان ئې پۀ چاپېرچل کښې ګړندي روان دي او د خپل کامل پير د فکر او فن رڼاګانې خوروي.

    پۀ کلام کښې ئې فصاحت او بلاغت دواړه موجود دي. د خپل ځانګړي انفراديت سره د پښتو او اردو ادب پۀ مېدان کښې ولاړ دے. فني او فکري خصوصيات ئې د نورو شاعرانو، ليکوالانو نه بېل او جوت ليدلے شي. د دې سره د ښۀ اخلاقو نمونه هم ده چې پۀ شېبه کښې سړے ډېر زيات متاثره او مائله کوي. پۀ فن کښې ئې مؤثر تحريکونه پۀ نظر راځي. ډېرې د کار فن پارې ئې را مخښې ته کړې دي چې پۀ چاپېرچل کښې به ډېر د خېر ښېګړې سبب وګرځي. فن پارې او ليکونه ئې عام فهم دي، پۀ اسانه او روانه ژبه کښې دي. د دې سره سره پۀ کښې پاکيزه جذبات او خيالات هم لکه د نمر ښکاره برېښي. د بدۍ او ګناه دعوت پۀ کښې پۀ نظر نۀ راځي بلکې د الله تعاليٰ او د الله د پاک محبوب صلي الله علېه وسلم د تعريفونو سره د اصحابه کرامو او نېکانو بزرګانو سپېځلي کردارونه را مخې ته کوي. فن او فکر ئې لوستونکے او اورېدونکے د اقناعي ادب اړخ ته را پاروي.

    ادب هغه نازک فن دے چې ليکوال ئې د خپلو جذباتو، احساساتو او فکرونو پۀ رڼا کښې ښکاره کوي او د ژوند د داخلي او خارجي حقيقتونو پۀ پلوشو کښې د لفظونو پۀ ذريعه د ليکوال ترجماني کوي.

    ابن سينا وائي چې ادب هغې پوهې او هوښيارتوب ته وائي چې د کومې پۀ وجه انسان د غلطۍ نه بچ کېدے شي. ادب د هغه واړه فنونو مجموعه ده چې انسان ته د اظهار او کردار چل ښائي او ورسره ورسره پۀ کښې ښۀ او سپېځلي اخلاق را ژوندي کوي او د چاپېرچل اصلاح طرف ته ئې را پاروي.

    ښاغلے موسٰي ګل ګل يو سنجيده او کل وقتي ليکوال دے. هر وخت د ليک لوست هڅې کوي. تردې دمه ئې پښتو ادب ته پينځۀ کتابونه ډالۍ کړي دي چې دوه پۀ کښې د افسانو “افسانه کۀ حقيقت” او “پينځۀ ملغلرې” دي. درې کتابونه ئې د شاعرۍ دي: “سپېځلي خيالونه”، “مازيګرے” او “د حکمت رازونه”.

    د شاعرۍ پۀ دې کتابونو کښې ئې “د حکمت رازونه” د بونېر د سيمې د هائيکو اولنۍ مجموعه ده.

    هم دغه رنګ اردو ادب نه ئې درې کتابونه “معصوم بچه اور تشدد”، “مدفن کهان نصيب هوئى” او “ايک ميا دو بيويان” ډالۍ کړي دي. لس کتابونه ئې نا چاپه دي چې پۀ کښې د اردو برخه هم شته او د پښتو هم. د دې لسو کتابونو چاپ کول في الحال د موسٰي ګل ګل د وس نه بهر دي ځکه چې پۀ خپله پۀ ډسټرکټ کورټس بونېر کښې خپله دنده تر سره کوي او دومره تنخوا اخلي چې پۀ هغې د خپلو بچو او کورنۍ پالنه کوي. ډېر وخت وشو چې د افسانو يوه کمپوز شوې مسوده ئې د يو ملګري پۀ لاس خېبر پښتونخوا کلچر محکمې ته حواله کړې ده خو لا تر دې دمه دغه مسوده نۀ ده چاپ شوې.

    موسٰي ګل ګل پۀ کال 1988ز کښې د ارواښاد احمد ګل مخزن صاحب او مسکين عبدالودود صاحب سره د پير بابا پښتو ادبي ټولنې بنسټ ايښودے ؤ چې مخزن صاحب ئې باني، مسکين عبدالودود ئې صدر او موسٰي ګل ګل ئې ستر سېکرتر ؤ. پير بابا پښتو ادبي ټولنه لا تر دې دمه د پښتو ژبې او ادب د ودې د پاره کار کوي او د موسٰي ګل ګل اړيکې ورسره اوس هم کلکې دي چې د دې ټولنې ستر سېکرتر دے.

    موسٰي ګل ګل د خپل فن او فکر پۀ رڼا کښې د خپلو ادبي او علمي ملګرو روزنه کوي او غواړي چې د بونېر ادبي او علمي ګلستان نور هم ښېرازه او روښانه شي چې خوشبو ئې تر لرې لرې ورسي. هيله لرم چې د دې اتلسو کتابونو نه علاوه به د موسٰي ګل ګل ښېراز ذهن، ګوتې او قلم پښتو او اردو ادب ته نور هم ډېر کتابونه ډالۍ کوي. پۀ ګوتو او قلم ئې برکت.

     

  • کرونا وائرس تمامي نړۍ د پاره د بدلون يوه پېلامه ده – سميع الدين ارمان

    د بېکټېریا او وائرس نومونه به تقریباً هر خوانده اورېدلي وي – بېکټېریا د یوې خلیې جوړ مخلوق وي چې خپل د ژوند د دوام یو پوره نظام لري. د اېنټيبیاټکس (Antibiotic) دوايۍ نوم به هم ټولو اورېدلے وي، دا د بېکټېریا د لاسه را ولاړ شوو منفي اثراتو د پاره علاج وي.

    وائرس هم د دې پۀ شان یو داسې مخلوق دے چې د ژوند د دوام لپاره ورته یوه بله ژوندۍ خلیه پکار وي. دا چې کله د یوې خلیې برخه شي نو د هغې حرکیاتي نظم او مشینري پۀ خپله قابو کښې واخلي او ځان را زېږول پېل کړي او دا عمل پۀ دوام سره جاري ساتي. دا “وائرل” (Viral) اصطلاح هم د دې د دې خاصیت سره د نسبت لۀ وجې مروج ده. د دې وائرس بلها قسمونه او خاندانونه دي. د دې د اولني پېدائش پۀ باب له ټول سائنسدان مطلق رايې نۀ لري خو اکثر دا وائي چې د دې لرغونتیا د انسانانو نه هم قدیم ده. د دې فطري مظرف مارغان چرګان څاروي او نباتات هم دي. “حیاة الحېوان” صرف د ښاپېرک د قسمونو شمېره دیارلس سوه ښودلې ده او نن انسان پۀ دې قسمونو کښې صرف پۀ دوه دوه نیم سوه قسمونو جزوي تحقیقات کړي دي، بسسس.

    وائرس د معمولي زکام نه واخله تر د اېډز او چکن پاکس پورې مرضونه خوروي او بېکټېریا د مرۍ/ ستونی بیمارۍ او د تپ دق مرضونه خوروي.

    د کوروناوائرس د دې وباء پۀ باب کال دوه زره اووم (2007) کښې ماهرینو څۀ خدشات ښکاره کړي دي او دا خدشات د امریکا پۀ یوه معتبره تحقیقي مجله کښې چاپ دي. زۀ ئې دلته لنک هم ورکوم ]لنکونه د ليکنې پايله کښې ورکړے شوي دي[. یاده دې وي چې دا تحقیق د پاکستاني محقیقینو او پوهنتونونو پۀ شان ټوقې ټقالې نۀ دي؛ د دې یوې مقالې نه ئې اندازه لګولې شي چې دا د کومې ځیرکتیا او ژورتیا شاهکار دے. دا مقاله دې لړ کښې د نورو څلور زره مقالو خبره هم را څرګندوي.

    تر اوسه چې د کوم وائرس د وبائي صورتحال رامنځ ته کولو تشخیص دے، هغې کښې د انسان لاپرواهي، بې علمي او غېر تعمیري رجحانات شامل دي – او یو غټ لامل د انسان د فطرت خارجي او باطني سره تخریبی تعامل دے. د ماحولیاتي سیاسیات/ تنقید/ اقدارو حقوق علمي مېدانونه هم د دې منفي تعامل پۀ ضد خپله مدعا او اهداف رڼوي. انسان چې د دفاع پۀ نوم او جواز څومره سرمایه کاري کړې ده، انسان د دې ګټه رتۍ هم نۀ ده لېدلې او تاوان ئې پۀ نومي انسان ته ور رسېدلے دے. نن موقع ده چې مقامي، قامي، قومي او بېن الاقوامي سیاستمداران د سرمایه کارۍ مېدان د وسلو او دفاع پۀ ځاے صحت/ خوراک او تعلیم ته وګرځوي. د اقتدار لپاره د جنګ، تشدد، وسلو او بارودو وسائلو ته مخه ښه ووائي او د عدم تشدد، خدمتِ خلق او فلاحِ انسانیت معیارونه او وسائل خپل کړي.

    نن تمامي نړۍ د یو وائرس د وبائي صورتحال قابو کولو کښې ناکامه ولې ښکاري؟

    د نورو ډېرو بدلونونو سره به دا کرونا سیاست، سماج، معاشرت او سرمایه کارۍ ته یو زبردست چېلنج ورکوي او زما پۀ خیال د انسان د خوراک پۀ باب له نظر کښې به هم یو غټ بدلون راولي. د قراني “تصور طیبٰت” جوهر به پۀ بېلابېلو لارو ځان نور شته کړي.

    تر اوسه چې کوم تحقيقات د کرونا وائرس پۀ باره کښې منظرعام ته راغلي دي، پۀ دې کښې يوه خدشه دا هم وه چې ګوندې دا وائرس د جينياتي انجنئيرنګ شاخسانه ده. پۀ نورو اسانو ټکو چې دا وائرس پۀ لېبارټريانو کښې انسان پۀ خپله جوړ کړے دے او د دې پۀ وساطت خپل سياست او تجارت کول غواړي. دا خدشۀ بې بنياده او د نظر نه د غورځولو بالکل هم نۀ ده، ځکه دنيا کښې د حياتياتي جنګ (biological war) يوه مافيا دا کار کوي او د دې څۀ بر سر زمين او زېر زمين ګواهياني هم شته دے خو د کرونا وائرس پۀ باب له چې د تېرو لس دولس کلونو نه کوم سائنسدانان تحقيقات کوي، هغوي دا خدشه مسلسل رد کوي او د دې وائرس دا موجوده صورتحال د فطري ارتقاء او ازادانه حياتياتي انتخاب نتيجه ګرځوي.

    بالکل تازه د مارچ دوه زره شلم د “نېچر مېډيسن” يوه داسې شريکه مقاله چې د انساني جسم د مدافعتي نظام ماهرينو ليکلي ده او اکثريت ماقبل تحقيقات او موجوده صورتحال ئې پۀ نظر کښې نيولي دي؛ دا نتيجه راڅرګندوي چې دا کرونا وائرس د انساني جنېټک انجنئيرنګ عمل نۀ دے. دا خبره دوي د مفروضې يا خيال پۀ اساس نۀ بلکې د وائرس د تاريخيت او حرکياتو د سائنسي څېړنې پۀ بنياد کوي. د دې مقالې په باب له لنک دلته ورکوم ]دا لنک هم د دې ليکنې پۀ پايله کښې ورکړے شوے دے[.

    پۀ کائنات کښې د ارتقاء پۀ باب له مسلمانانو د خپل زرين دور نه را پۀ دې خوا ډېره سطحي رويه خپله کړې ده او حال دا دے چې “د ارتقاء د سائنسي تصور پلار” ابن مسکوے يو مسلمان سائنسدان ؤ او هغۀ دا نظريه د چارلس ډارون نه پۀ مودو مودو وړاندې پېش کړې وه او د خوند خبره دا ده چې کله مسلمانان پۀ اقتدار کښې وو او د نړۍ سياست د دوي پۀ لاسو کښې ؤ نو د ابن مسکوے دې نظر ته چا هم دومره سپک نۀ وو کتلي، څومره چې مسلمانان ورته د تېرو څو پېړيو نه ګوري.

    د کورونا وائرس پۀ باب له د دې سطحي رويې اوسمهاله مذهبي علمبردارانو )ټهېکدارانو( پۀ ايران کښې د خپل اقتدار او کرسۍ لپاره مخلوق د قيامت سره مخ کړو. پۀ خطه کښې ئې پۀ لسګونو ملکونه د عذاب سره مخ کړل. د رياستي تقدس نه ئې اسلام بيا لوګے کړو. د مشهد امام جمعه اٰيت الله علم الهديٰ پۀ خپله خطبه کښې ووئيل چې چا پۀ الېکشن کښې ووټ وا نۀ چولو، هغه کافر دے. د فرورۍ اخري اوونۍ کښې دې مذهبي ټهېکدارانو ووئيل چې دا د کروناوائرس افواه امريکا پۀ ايران کښې د الېکشن معطل کولو لپاره خوره کړې ده. د ايران پۀ ښار قم کښې اٰيت الله سعيدي فتويٰ ورکوي چې د کرونا د وېرې نه زيارت ته نۀ راتلل د ايمان کمزوري ده؛ او هم دغه ښار کښې اٰيت الله مکارم شيرازي فتويٰ ورکوي چې چا کروناوائرس بل ته منتقل کړو، دا د قتل برابر مجرم دے او ديت به ورکوي. کومو ډاکټرانو چې پۀ ايران کښې د دې حقيقت د راسپړدلو هڅې وکړې، پۀ هغو فتوې ولګېدي او ملک دښمنه وګرځولے شول. دا حقيقت د ايران سياستمدارانو د عزادارۍ او د زيارتونو خلاف يو عالمي سازش وګرځولو.

    د خوند خبره دا ده چې څوک دې ته سازش وائي او دا انساني پېدا کرده عمل بولي، هغوي د ارتقاء پۀ باب د سائنسي تصور حد درجې مخالف هم دي!!! نتيجه څۀ شوه؟ نن دا ټوله خطه د يو قيامت سره مخ ده او د چا د جهالت د لاسه چې وشوه، هغوي ته به اوس هم د اجتهادي خطا پۀ اساس يو ثواب ملاوېږي!!!

    ضرورت د دې خبرې دے چې کومه مسئله د چا سره متعلق ده او څوک د دې مېدان صاحب الراي دے؟ مونږ د سياست او اقتدار لپاره هغه ناوړه/ناولي/غليظ اقدامات وکړل چې د دې تماشه پۀ تاريخ کښې دې اسمان چرته او چرې نۀ وه کړې!!! رښتيا دي چې پۀ چين کښې دا وباء پۀ قابو کېدو شوه، ځکه چې هلته د دې مقابله د قام سره وه، انسانانو سره وه – خو پۀ دې خطه کښې دا وباء ګرانه ده چې قابو شي، ځکه چې دلته ئې مقابله د جهالت سره ده.

    د مارچ د مياشتې د نهه ويشتم تاريخ تر مازيګره دا مهال پۀ تمامي نړۍ کښې د باخبره نړيوالو رسنيو مطابق شپږ لکهه درې اتيا زره پينځۀ سوه او شپږدېرش (683,536) کسان دې روانې وباء وهلي دي. تر دې دمه دوه دېرش زره يو سل او نهه دېرش (32,129) انسان مړۀ شوي دي. د دې مرض نه د روغېدونکو شمېر يو لاکهـ شپږ څلوېښت زره او څلور کم څلور سوه (146,396) دے.

    دا مهال پۀ پاکستان کښې د دې وباء وهلي مريضان پينځلس سوه او شپږ ويشت (1,526) دي. د خدشاتو مطابق کۀ چرې پاکستان د دې وباء بر وقت علاج و نۀ کړو نو د جون پۀ اخره کښې به صرف پاکستان کښې د دې مريضان )الله مۀ کړه( تر دوه کروړه ورسېږي.

    ما چې د کومې ادراې نه دا شماريات رانقل کړل او محض دا پينځۀ کرښې مې ليکلې نو اوس پۀ دې دومره لحظو کښې د مريضانو تعداد کښې د يوکم پنځوس مريضانو اضافه وشوه.

    دې وباء تمامي نړۍ پۀ سياسي/ معاشي/ سماجي/ معاشرتي/ مذهبي حوالو د يو ډېر غټ بدلون سره مخ کړه.

    پۀ مسلمانانو د دې وباء اثراتو د مذهبي نفسياتو تمامي موجوده حرکياتو ته يو غټ چېلنج مخې ته کېښودو. پۀ انفرادي اجتماعي عباداتو سره سره پۀ معاملاتو او اخلاقياتو هم يو زبردست دباو دے او د خلقو د ذهنونو پۀ ډنډ کښې څۀ څۀ ټيکرو حرکت راپيدا کړے دے. څوک دې حرکت سره پۀ مزاحمت دي او څوک ورته پۀ غور کولو مجبور دي.

    داسې نۀ ده چې د وباء د لاسه دا مهال پۀ اول ځل مسلمانان د عباداتو د تعطل سره مخ دي، تاريخ ګواه دے چې پۀ کال نهه سوه او اتۀ شپېتم زېږديز کښې د قرامطه پۀ حرم د حملو او د حجر اسود د تښتولو منصوبې نه پس کم و بېش لس کاله حج معطل ؤ. دا رنګ د زرم زېږديز پۀ دوه لسيزو کښې او د اوولس سوه او نهه نوي پۀ کلونو حج جزوي معطل ؤ. د نړيوالو جنګونو پۀ دوران کښې حج تر حجازه محدود ؤ. دا رنګ د هجرت پۀ څلور سوه او نهه څلوېښتم کال چې د قحط او طاعون وباء خوره شوې وه نو کم و بېش پوره يو کال د موجوده مصر/ مراکو/ الجزائر/ موريطانيه/ سپېن/ ليبيا وغېره ډېرو ملکونو کښې جوماتونه بند وو، اذانونه بند وو. هم دا رنګ د دې نه درې سوه کال پس بيا دا رنګ حالات سر دوباره شوي وو؛ خو ظاهره ده دغه مودو کښې انسانان د يو بل سره دومره تړلي نۀ وو او د نن انسان د نړۍ نه يو کلے جوړ کړے دے – نو اګاهي زياته ده نو د موجوده وباء نه خو انسان ګړۍ ګړۍ با خبره دے؛ خو د تاريخ نه لا تر اوسه دومره نۀ دے خبر. دې کښې هم سماجي سياسي معاشرتي جبر شامل حال دے.

    1. د نمونځ پۀ باب له اخر کار د پاتې نړۍ مسلمانانو د تعطل/ تاخير/ بدلون د مزاحمت نه پس قبول کړو.
    2. د وباء سره سم سعودي حکومت پۀ مسلمانانو عمرې بندې کړې او د را روان حج لپاره ئې هم اکثر ملکونو سره د معاهدو تعطل اعلان کړو. پۀ نزدې موده کښې د خالي حرم ننداره د نړۍ مسلمانان پۀ اندېښنو بوخت کړل. چا د سازش او چا د قيامت او چا د امام مهدي د راتلو وخت اعلان کړو.
    3. عباداتو سره سم د اخلاقياتو او معاملاتو حرکيات هم د بدلون ښکار شول. د سلام او غاړې سنت باندې از سر نو سوچ پېل شو. د سهولت/ اسائش/ نمائش او تحسينياتو پۀ ځاے د ضرورياتو تقدم پله پام واوړېدو.
    4. د اجتماعي او ذاتي ژوند پۀ حرکياتو کښې د مذهب پاسداري تر ډېره حده معاشرتي/ سماجي/ سياسي/ طبي منطقو/ مېدانونو متاثره کړه.
    5. دا ټول بدلون د تقليد محض لپاره يوه نوې څپه ده او مسلمانان د مقاصد شريعت ترجيحاتو ته را روان ښکاري. د عبادت لوازماتو سره سره د ژوند او اجتماعي اخلاقياتو پۀ تقدم ئې سر خلاصېدل پېل شو.
    6. نړيوال وګړي او دولتونه د سرمايه کارۍ پۀ نزدې تاريخ ولۍ باندې پښېمانه ښکاري. د بجټ تاريخ کښې بايد اوس بدلون خامخا ومني.
    7. د نړۍ د اجتماعي ژوند بېلابېلو طبقاتو کښې دې وباګانو انسان بيا دې حقيقت ته را نزدې کړو چې مالداري/ سهولت/ اقتدار د انسانيت اوصافو کښې تقدم نۀ لري. خدمت/ عدم تشدد/ روا داري/ همدردي/ اخلاقيات د انسانيت لپاره اولني اوصاف دي.
    8. نړيوال وګړو پۀ مجموعي توګه د افراتفرۍ/ انتشار پۀ ځاے د همدردۍ/ نظم او قدرې ذمه وار تعامل مظاهره وکړه.
    9. اټلي د زلمو د بچاو لپاره ترجيحاتي تعامل خپل کړو او د بوډاګانو پۀ باب لۀ ئې د “مرسي کلنګ” خپلې مرغوبې رويې ته دوام ورکړو.
    10. پېشه ورانه ذمه واريانې د ذاتي حقوق نه بالا ګرځېدلو رجحان ته د قربانۍ پۀ نظر کتلو رواج را منځ ته شو. دا اصل کښې د رخصت پۀ ځاے د عزيمت خپلولو اقدام دے او قابل ستائش دے.
    11. تخليقي قوتونو باندې هم دا وباء خپل دائمي اثرات پۀ متعدد مقامي او قامي ادب سره سره پۀ جهاني ادب کښې هم را څرګندوي.
    12. د علاج لپاره دا مهال د نړۍ پۀ سطح دوه قسمه شواخونونه روان دي: د امريکا او برطانيه سائنسدانان د دې مرض لپاره د نوي وېکسين جوړولو پۀ تګ و دو کښې دي. پۀ دې به لږ تر لږه اتلس هفتې لګي او دا رنګ کۀ کامياب شي نو بيا د منفي اثراتو جاج لپاره به ئې نوره څۀ موده پکار وي. د دې نه پس به بيا دنيا ته د دې ترسيل او رسد کول يوه بله اوږده موده اخلي. خو دوي بيا هم مايوس نۀ دي. دا رنګ د فرانس او څۀ نورو ملکونو سائنسدانان د خسرې موجوده وېکسين کښې د اضافې پۀ عمل د دې وباء وېکسين تيارول غواړي؛ ځکه دوي وائي چې د خسرې وېکسين تمامه نړۍ کښې عام تر لاسه کېدے شي نو د ترسيل او رسد د نقصان نه به دا رنګ بچ پاتې شو.
    13. دا مهال د انساني همدردي په توګه د رياستونو نه علاوه پۀ زاتي توګه ډېرو مالدارانو خپله سرمايه دې مد کښې د خرچ کولو اعلانونه هم کړي دي. افسوس دې قطار کښې مسلمانان ترټولو ورستو دي.
    14. دا يوه خدشه چې دا وباء د حياتياتي جنګ شاخسانه ده، تر دې دمه داسې زور اخلي چې ټيک ده چې دا وائرس انسان تخليق کړے نۀ دے، پۀ لېبارټرۍ کښې نۀ دے تيار شوے؛ خو د دې د نېچرل زيږون/ اوصافو/ حرکياتو نه د دې پۀ خورولو کښې انسان بالاراده کار اخستے دے. دا بيا د سائنس د استعمال مسئله شوه او د انسان د اخلاقيت او تهذيب پۀ معيار يو غټ سوال شو.
    15. پۀ مذهبي طبقاتو کښې تبليغيان او د شيعه ټولګيو بنيادپرست وګړي د دې وباء پۀ اثراتو کښې تر ټولو زيات تنقيد سره مخ دي. سياست سره وابسته مذهبي وګړو د ذمه وار او دور اندېش فکر مظاهره کړې ده.
    16. پۀ مجموعي توګه دا تمامي بدلونونه اګر کۀ مثبت دي خو د رياست د تقدس زور ته دا بدلونونه يو نوے توان وربخښي. دا رنګ بالواسطه استحصال ته يوه نوې فکري زمينه برابرېږي. د محکوم قامونو سياسي پرمختګ او تحريکونه به د دې نه پۀ بل شان متاثره کېږي. د همدردۍ د مشترکې جذبې پۀ زور به مقتدر قوتونه خپل ذاتي مقاصد پۀ اسانتيا اخلي. د جمهوريت تقدس به د اقليت/ انفراديت/ مقاميت او داخليت پۀ شناخت کښې ډېر بې ځايه ز خمونه پرهرونه جوړ کړي.
    17. دا وائرس د دهشت ګردۍ لپاره يوه مؤثره وسله هم جوړېدې شي. د انساني وېرې د نفسياتو سره د لوبو کولو يوه نوې لاره را پرانستې شي.
    18. د مثبت او منفي دواړه اړخونو د تجزيې نه پس کۀ د نتيجه خېز او فېصله کن امر نشاندهي کوو نو خبره بيا دې ځاے له راځي چې ټول پۀ ټوله انحصار د انسان د اخلاقي تعامل سره تړلے دے. کۀ انسان د تخريبي اړخ خپلولي اخلي نو هم نتيجه څرګنده ده او کۀ د تعميري اړخ خپلوي کوي نو هم نتيجه څرګنده ده.

    تر اوسه د اوکدارانو تاريخيت پۀ دې باب له ذاتي دے او د تخريب چابړي ته ور جوخت دے. تعمير صرف هلته خپل کړے شوے دے چرته چې د واکدار ذات او اقتدار ته پرې فائده رسېدله يا د تعمير څۀ قدرې برخه چرته لابدي وه. دې اوسنۍ وباء چې کوم مخ را ښکاره کړو نو د نړۍ واکدارانو له اوس پکار دي پۀ خپل تعامل/ پاليسيانو/ تاريخ ولۍ دوېم نظر وګرځوي ګنې فطري قدرت خپل مقام يوې نه يوه ورځ خامخا تر لاسه کوي. مذاهب د سپېځلي رب کلام دے خو قانون قدرت او فطرت د سپيځلي رب عمل/ فعل/ تعامل دے.

    https://cmr.asm.org/content/20/4/660?fbclid=IwAR1TS3gZmwwjKgHP3vHKDppc8n7ZH8EsgrHYSL1wnLV1AWV-U2FSZtMOCcg

    https://www.sciencedaily.com/releases/2020/03/200317175442.htm?fbclid=IwAR270zPMrzOEQV9p_iCkNLVj7ZTYbztt_r9LOgI2NCGeW56IumIT4Ngl7JY

    ژونده! بې مزې یمه
    بېل چې لۀ هغې یمه

    اوس پۀ تنهایۍ تاوان
    ورک لۀ قافلې یمه

    ستا پۀ انتظار سوے
    ټکندې غرمې یمه

    پرخه پرخه توې پۀ کښې
    زۀ زبېښلے شپې یمه

    ګل یم خو بې تا، ګلې!
    هېڅ یم، بې وږمې یمه

    تۀ مې د سُر غیږه یې
    زۀ تار د نغمې یمه

    ستا د قامت سیورے شوم
    ځې چې، درپسې یمه

    څومره رانه لرې یې!
    څومره در نزدې یمه!

    یو بهیر لفظونه یم
    راشه! بې معنې یمه

    نورا جان بهير

     

  • اندرے سيرينکو – ژباړن: محمد نويد

    پاکستان کښې پښتانۀ د سيمې امن د پاره يو شوي دي

    پېښور ښار کښې د پښتنو د سياسي لارښودانو، قبائلي مشرانو، د اولسي، ټولنيز او مذهبي ډلو نمائندګانو پۀ “پښتون قامي جرګه” کښې ګډون کړے دے. ]داسې جرګې مخکښې هم شوې دي، خو[ دا ځل پۀ وړومبي وار مختلف الفکر مشران يو ځاے شوي دي او د ډيورنډ کرښې دواړو خواو ته د مېشته پښتنو د پاره ئې د امن مطالبه ]د متفقه يويشت مطالبو[ سره مخې ته راوړې ده. دې قامي جرګه کښې پۀ متفقه طور د راوړې شوو مطالبه تر ټولو وړومبۍ مطالبه افغانستان او دغه ټوله سيمه کښې د امن راوستلو او جنګ ختمولو غوښتنه ده. دې سره د خېبر پښتونخوا او بلوچستان دننه د سياسي، سماجي، اقتصادي او صنعتي جدت راوړلو غوښتنې هم مخې ته راوړې شوې دي.

    “پښتون قامي جرګه” پۀ لسم مارچ د عوامي نېشنل ګوند پۀ مرکزي سېکرټرېټ چې يو سياسي، ادبي، تعليمي، ټولنيز او کلتوري ځاے دے او پۀ “باچا خان مرکز” نومېږي، پېښور کښې تر سره شوه. دې جرګه کښې د څلوېښتو نه د زياتو سياسي ګوندونو، تحريکونو او د ټولنيز سازمانونو نمائندګانو ګډون درلود چې پۀ کښې پښتون ژغورنې غورځنګ، پښتونخوا مېپ، قومي وطن پارټي، نېشنل پارټي، جماعت اسلامي، جمعيت علماء اسلام او پاکستان مزدور کسان پارټۍ سره د مرکز پۀ کچ د سياسي ګوندونو غړي هم شامل وو. د عوامي نېشنل پارټۍ مرکزي مشر اسفنديار ولي خان چې پښتون قامپرست سياستمدار دے، د دې جرګې د کوربه پۀ حېث شريک ؤ.

    د دې جرګې د برياليتوب لويه نخښه دا ده چې د هر سياسي فکر سره تړون لرونکي پښتانۀ مشران يو ځاے ته راغونډ شول او د خپلو حقونو تر لاسه کولو، د خپل مساوي حېثيت تسليم کولو او د خپلو قامي مسئلو د هواري د پاره ئې يوه شريکه اعلاميه هم لاسليک کړه او هم دغه اعلاميه به راتلونکي کښې د دوي د تګلارې اهداف وي.

    دا خبره د پام وړ ده چې د دغه شريکې اعلاميې وړومبۍ نکته پۀ افغانستان کښې د امن غوښتنه او د افغانستان د خپلواکۍ د احترام مطالبه ده. د جرګې تابيا کوونکي عوامي نېشنل ګوند سره نزدې تړون لرونکي زمونږ وياند پۀ دغه نکته د خبرو کولو پر مهال مونږ ته ووې، “جرګې دا خبره پۀ ډاګه کړه چې د اوږدې مودې را هسې روانې جګړې د ډيورنډ کرښې پۀ دواړو خواو مېشته پښتانۀ لۀ هر چا زيات ځپلي دي. مونږ د دې جګړې خاتمې د پاره د هرې امن پروسې ملاتړ کوو او دا ګڼو چې افغانستان کښې امن به د پاکستان او د ټولې سيمې د پاره امن وي.” جرګې د اسلام اباد نه غوښتنه وکړه چې د افغانستان سره د تجارتي اړيکو پۀ لار کښې بايد هر خنډ لۀ منځه يوسي او پۀ افغانستان کښې د هر ډول بهرني مداخلت مخنيوي کښې خپل کردار ادا کړي.

    د پښتون امن جرګې يو ګډونوال خپلو خبرو کښې ووې، “مونږ د افغان دولت لۀ خوا د امن د پاره د هر ګام مرسته کوو او افغان دولت ته خواست کوو چې د افغانستان دننه کوم بهرني قوت ته د ګډوډي پېدا کولو اجازه ور نۀ کړي.”

    پۀ افغانستان کښې د بد امنۍ يو ستر لامل پۀ پښتنه سيمه کښې د جنګيالو پټغالي او تربيتي اډې دي – پښتون قامي جرګې دې لړ کښې غوښتنه مخې ته راوړې ده چې د پښتنو پۀ خاوره د ترهګرو دغسې محفوظې ټهکانې دې ړنګې کړې شي. دغه نکته کښې وضاحت شوے دے چې د ترهګرۍ د محفوظو ځايونو لۀ امله پښتانۀ د ترهګرۍ او د ترهګرۍ د ختمولو پۀ نامه د فوجي اپرېشنونو نه يو شان متاثره شوي دي. دا خبره هم مخې ته راوړې شوه چې د ترهګرۍ پۀ ضد د جنګ پۀ نامه د پاکستان فوج د سيمې د پښتنو روزګارونه، د هغوي هر ورځنے ژوند او د هغوي معاش هر څۀ تروړلي دي. جرګې دې لړ کښې مطالبه کړې ده چې د پښتنو د وران شوو کورونو بيا ودانۍ او د هغوي د روزګارونو پۀ ځاے کولو د پاره دې هغوي سره حکومت کومک وکړي.

    د جرګې يوه نکته د پاکستاني امنيتي ځواکونو او خفيه ادارو لۀ خوا د بې درکه کړے شوو پښتنو ځوانانو پۀ حقله ده. دې نکته کښې اسلام اباد نه غوښتنه شوې ده چې “کۀ دغه بې درکه شوي خلکو کښې څوک پۀ کومه ترهګرۍ کښې ککړ هم وي نو بايد عدالت ته پېش کړے شي؛ کۀ مجرمان وي نو سزا دې ورکړې شي او کۀ څۀ جرم پرې ثابت نۀ شي نو بايد چې خپلو کورونو او خپلو خپلوانو ته خوشي کړے شي.”

    جرګې د ابادۍ نه چاپېره د خورو شوو هغو بارودي سرنګونو د لرې کولو مطالبه هم وکړه چې پۀ زرګونو ماشومان او عام کليوال ئې د چاودنو لۀ امله وژلے شوي يا کنډم شوي دي. د دې تر څنګ د پښتنو بلاک شوي شناختي کارډونه ازادول او پۀ مختلفو يونيورسټيو کښې د پښتنو طالب علمانو سره د کېدونکې متعصبه رويې ختمول هم د شريکې اعلاميې نکتو کښې شامل دي.

    د پښتون قامي جرګې شريکې اعلاميه کښې د خېبر پښتونخوا د مالي او اقتصادي حقونو د پاره ځانګړې نکتې شاملې کړې شوي دي. دې لړ کښې جرګې د بجلۍ مد کښې د صوبې د بقايه جاتو ادا کولو کلکه غوښتنه کړې ده. جرګې وئيلي دي، “د اوبو نه د بجلۍ د پېداوار منصوبې خېبر پښتونخوا کښې دي خو د دې د پاره چې د صوبې کومه خالص منافع ده، مرکز د هغې پۀ ایسارولو سره د صوبې بجټ پۀ ټپه کښېنولے دے.” يو خوا مرکز د بجلۍ مد کښې د صوبې د بقايه جاتو ادائيګي نۀ کوي او بل خوا د صوبې اوبۀ چې د يوې متفقه فېصلې تر مخه د مشترکه مفادات کونسل دننه منلے شوے د خېبر پښتونخوا صوبې حق دے، باندې وفاق ځان شپېلے کړے دے. اسلام اباد دې لړ کښې د پنجاب نمائندګي کوي او صوبې ته خپل ائيني حق نۀ ورکوي.

    جرګې د صوبې پۀ قدرتي وسائلو د صوبې د حق منلو مطالبه هم د اسلام اباد نه کړې ده. دې لړ کښې جرګې دريځ خپل کړے دے چې وفاق دې د صوبې پۀ معدنياتو د قبضې پاليسي ترک کړي چې صوبه د خپلو وسائلو د استعمال پۀ ذريعه خپل اقتصاد ښۀ کړي او دغه وسائل د اولس پۀ ښه راشي.

    جرګې پۀ اوسنۍ سرشمېرنه هم خپل تحفظات څرګند کړل او وې وئيل، “مرکز د يوې منصوبې لاندې د پښتنو ابادي لږه ښودلې ده”، دا د وسائلو د تقسيم او د پارلېماني نمائندګۍ پۀ حواله يوه بنيادي ټګي ده او د دې لوے ثبوت دا دے چې تر اوسه د مردم شمارۍ رسمي مکمل نتيجې نۀ دي اعلان شوې. حکومت دې د نوي سره د پښتنو سرشمېرنه وکړي او موجوده اعداد و شمار چې د پښتنو پۀ اقتصادي، سياسي او پارلېماني حقونو منفي اثر غورځوي، د دې تلافي دې وکړې شي.

    پېښور کښې شوې پښتون قامي جرګه د پښتنو د قتلِ عام، د هغوي پۀ سيمه د روان تاريخي جبر او د هغوي د وسائلو او د حقوقو پۀ ضد د روان استحصال خلاف پاڅون دے. د دې جرګې يوه ډېره مهمه خبره د مشترکه اعلاميې د نکتو عملي کولو د پاره د شريک جدوجهد پرېکړه ده. دې لړ کښې پۀ پينځويشتم مارچ يوه مشاورتي غونډه رابللې شوې ده[1] چې هغې کښې به د شريک جدوجهد د پاره تګلاره ټاکلې شي. د دې قامي جرګې شننونکي د شريک جدوجهد د پاره د يو پښتون سياسي اتحاد د جوړېدو هيله څرګندوي.

    دلته پۀ روس کښې د مېشته پښتنو جرګې د پېښور د پښتون قامي جرګې د شريکې اعلاميې ملاتړ کړے دے او وئيلي ئې دي، “مونږ پۀ لسم مارچ پېښور کښې شوې قامي جرګې نه د مثبت نتيجو راتلو هيله لرو.” د ‘پښتون فرهنګي او اقتصادي تنظيم’ مشر نويد محمد زياته کړه، د دې جرګې د ټولو نه څرګنده خبره مونږ د پاره د مختلفو سياسي فکرونو سره د تړون لرونکي مشرانو دې نکته باندې يو ځاے کېدل دي چې د خپل ژوند پرېکړه پۀ شريکه وکړي. دا يوه تاريخي پرېکړه ده. د دې جرګې وړومبۍ نکته چې د افغانستان د امن او د افغانستان د خپلواکۍ د احترام مطالبه ده، يواځې دا نۀ چې د افغانستان د پاره د امن غوښتنه ده، بلکې دا د دې ټولې سيمې او پۀ پراخه معنيو کښې د نړۍ د پاره د امن غوښتنه ده. وخت راغلے دے چې پښتانۀ د خپلو مسئلو د حل د پاره يو ځاے شي. دا وخت زمونږ ژبه، کلتور، روايات، اقتصاد او د ټولې خطې امن د خطر سره مخ دے. بايد دا مسئله حل کړې شي او مخ پۀ وړاندې تګ د پاره لارې چارې پۀ شريکه ولټولې شي. هغۀ زياته کړه، دا يوه جرګه کله هم کافي نۀ ده؛ د جرګو دا سلسله به جاري وي او دې سره به د شريکې اعلاميې د عملي کولو د پاره شريکه تګلاره هم مخې ته راشي او مونږ به د دې تاريخي جرګې مثبت نتيجې هم ووينو.

    احتياط وپېژنه وروره! دعا وپېژنه!
    وباء راغلې ده سړيه! وباء وپېژنه!
    منم زما ايمان ضعيف دے، دا منم در سره
    خو تۀ یو کار وکړه، ‌‌‌‌‌‌ډاکټر او ملا وپېژنه!

    1. ياده دې وي چې د کورونا نړوبا لۀ امله دغه مشاورتي غونډه تر دې دمه ځنډولې شوې ده.

     

  • سوچ، ژبه او رويه – نور الوهاب خټک

    پۀ خپلو مازغو لږ بوج اچول او يو کار يا خبرې ته غور يا فکر کول سوچ ګڼلے شي. د دغې سوچ پۀ وجه دغه انسان يوه نتيجه جوړه کړي، بيا دغه نتيجه د خپلې ژبې پۀ ذريعه نورو خلکو ته منتقل کوي. کله کله د ژبې پۀ ځاے د نثر يا شعر پۀ شکل کښې قلم هم استعمالولے شي – هم دغه مرحلې ته رويه وئيلې شي.

    په سوچ، ژبه او رويه کښې د ښه کېدو يا خرابېدو ګنجائش موجود وي – د ښه کولو هڅه چې مونږ کوو نو دا يا د تعليم او تربيت پۀ ذريعه کوو. د دې نه علاوه پۀ کښې د ملګرو ټولګي د محفل ماحول هم اثر لري. د تربيت پۀ دې لړ کښې کۀ يو اړخ ته د مور د غېږ نه انکار نۀ شي کېدے نو بل اړخ ته د پلار پۀ بچي نظر او د پلار خپله رويه هم ډېر مهم کردار لوبوي.

    سوچ يا رويه د ماشوم والي نه جوړېږي او پۀ قلار قلار پخېږي. بيا د يو ماشوم زياتره وخت پۀ سکول يا مدرسه کښې تېرېږي. دلته زمونږ لويه بد قسمتي ده چې زمونږ د سکولونو نظام او نصاب هم جدا جدا دے، د کوم پۀ وجه چې جدا جدا سوچ پېدا کېږي – لکه سرکاري تعليمي ادارې يو جدا سوچ پېدا کوي، اٰرمي سکولونه جدا، پرائيوېټ سکولونه جدا، باچا خان سکولونه جدا سوچ پېدا کوي، مدرسې جدا سوچ لري او پېدا کوي – کوم سوچ يا طريقه ښه او کومه غلطه ده، دا ځان له خبره ده خو کۀ د دې ټولو نه مونږ يو يو ماشوم پۀ يو ځاے کښې کښېنوو او يوه خبره ئې مخې ته کېږدو نو ګرانه ده چې دوي يو موټے شي – زياتره امکان به دا وي چې د دوي پۀ منځ کښې به تکرار جوړېږي او کۀ لا يو ورسره بې تعليمه هم کښېني نو بيا به څۀ وي؟

    پۀ دليل سره اختلاف يو خوندور او ګټور عمل دے کوم چې پۀ ټوله نړۍ کښې وي، خو بغېر د څۀ دليل نه د بل خبره نۀ منل او پۀ خپله غلطه خبره ودرېدل زما پۀ نظر کښې جهل دے. دا قسمه جاهلان ممکن ده چې پۀ ټوله نړۍ کښې وي خو زمونږ د پښتنو پۀ برخه څۀ بل شان ډېر رسېدلې دي او زما پۀ خيال د دې غټه وجه د تعليم نشتوالے، جدا جدا نصاب او نصاب کښې د دروغو قصۍ دي. پوهان وائي چې د پښتنو سره دا د يو سازش لاندې کېږي او زما پۀ خيال د ډېر وخت نه کېږي – لکه کله چې باچا خان سوچ کوي چې کۀ مونږ پښتانۀ يو کول غواړو، يوې لار ته ئې نېغول غواړو، عقل او شعور پۀ کښې راوستل غواړو نو دوي ته به تعليم ورکول وي – د دې لپاره هغه ازاد سکولونه جوړوي نو پۀ ځواب کښې پسې “سبق د مدرسې وائي – د پاره د پيسې وائي” پۀ شان پروپېګنډې شروع کېږي.

    د کله نه چې د کرونا وائرس مسئله جوړه شوې نو پۀ هر محفل کښې يو يا دوه کسان دغه شان موندلے شي. د بېلابېلو محفلونو يو څو مثالونه تاسو وګورئ کوم چې مونږ روزانه اورو – يو کس لګيا دے دا د امريکې سازش ګڼي، بل کس دا د يهوديانو د دين خلاف سازش ګڼي او د دوي پۀ ضد جهاد ضروري ګڼي. يو ملا ئې پۀ خپل تقرير کښې د نېټې مرګ ګڼي او وائي چې د بيمارۍ نه څوک نۀ مري. يو سړے د مرګ نه تېښته د بزدله سړي کار ګڼي او وائي مونږ پښتانۀ يو، د مرګ نه وېره زمونږ فطرت نۀ دے؛ خېر دے کۀ د زلزلې پۀ وخت کښې د يو کټ نه بل او د بل نه بل ته دانګي!!!

    زۀ ګڼم چې دا قام دښمنه سوچ دے، دا د پښتون د بربادۍ سوچ دے – دا هغه غلط سوچ دے د کوم پۀ وجه چې د پوليو رنځ تر اوسه صرف پۀ پښتنه خاوره دوام لري. دوي غواړي چې کورونا دې هم دلته زيات زيان وکړي ځکه چې دوي د پښتون نسل کشي غواړي. هر څو کۀ دوي پۀ خپله هم پښتانۀ دي خو سوچ ئې نشته نو قام دښمنه ئې پۀ اسانه دهوکه کوي. د دوي سوچ نا بالغه ژبه ئې غلطه ده؛ او د چا چې سوچ اوم او ژبه غلطه وي نو رويه به ئې ارو مرو سپوره، ترخه او غلطه وي.

    دا د جهل ځالې، دا وهمي خلک

    نۀ دي خو بس هسې وايو دي خلک