Author: pakhtoon

  • پښتو ژبې او ادب ته د خدائي خدمتګار تحريک بخښنې – نور الامين يوسفزے

    پښتون د نړۍ د تاريخ يو زوړ او لرغونے قام دے او پۀ خپل اوږد ملي تاريخ کښې دې تاريخي قام بلها انقلابونه ليدلي دي. د سکندر نه تر دې دمه د دوي پۀ خاوره د يرغلګرو د يرغلونو قصه ډېره اوږده هم ده، ترخه هم او د عبرت نه ډکه هم. د خپل نسل او نوغي د بقاء پۀ خاطر دې مېړني قام پۀ خپل روايتي، قبائلي او غرئيز ټاټوبي کښې هم د خپل ضرورت ساده باده صنعت او فنون زېږولي دي، هم ئې د يرغلګرو سره پۀ تشو لاسونو اوږدۀ اوږدۀ جنګونه کړي دي. د دغه را تپلو شوو جنګونو د لاسه او د دغه تاريخي تشدد د لاسه پۀ دې خاوره د تشدد او شدت پسندۍ تېغي وده کړې ده ځکه چې تشدد د تشدد نه را پېدا کېږي. پۀ خپل دغه شورئيز تاريخي سفر کښې دې قام داسې مېړني اتلان زېږولي دي چا چې د خپل فکر، لېچواو جذبې پۀ زور د دوي او د دوي د خاورې حفاظت کړے دے او پۀ دغه ملي مبارزه کښې ئې نۀ د خپلو سرونو پرواه کړې ده او نۀ د وسائلو. خوشحال بابا د خپل ځان پۀ حقله وائي چې:

    لا يو شور ځنې لاړ نۀ وي چې بل را شي
    کۀ دا زۀ پېدا پۀ ورځ د شور و شر يم

    خو زما پۀ خيال زمونږ د دغه قامي، ملي تخليق کار او نهضت ګر دا خبره يواځې د هغۀ تر ذات محدوده نۀ ده؛ دا قصه د ټول قام د “شور” قصه ده. هغه د انور علي جان صاحب خبره:

    ما د غم قصه کوله، حجره ټوله ژړېدله
    دا زما د غم قصه وه، خو هر چا خپله ګڼله

    د ستر امير کروړ نه تر ستر احمد شاه ابدالي او غازي امان الله خان د قامي اتلانو دغه لړۍ ځان ته يوه تفصيل طلب او اهمه موضوع ده چې چرته بل وخت به پۀ دې ليک وکړو؛ خو دا وخت زما پۀ وړاندې د پښتون ملي تاريخ هغه غورځنګ او هغۀ ملي نهضت دے چې د پښتون قام پۀ زرګونو کالو خپور دغه اوږد تاريخ کښې بل هېڅ ثاني نۀ لري.

    د دغه ټولو مېړنو او اتلانو پۀ دغه اوږد وياړمن قطار کښې درې داسې نامې دي چې هغوي محض جنګونه نۀ دي کړي او نۀ ئې د پښتنو نه محض لښکر سازکړے دے بلکې دې مېړني قام لۀ ئې يوه باقاعده مفکوره او نهضت ورکړے دے او دغه درې هستۍ دي: حضرت بايزيد انصاري، ستر خوشحال خان خټک او د شلمې پېړۍ لوے پښتون مبارز او مبلغ حضرت باچا خان.

    حضرت بايزيد انصاري 931)ز( لومړے سړے ؤ چې دې قام له ئې پۀ لاسو کښې کتاب ورکړو. د وخت د استعمار )مغلو( پۀ ضد ئې د دوي يو کولو لپاره د يو داسې ملي نهضت ابتداء وکړه چې اساس ئې قامي )ملي( او انداز ئې روحاني ؤ. دغه تحريک دې قام له د ملا ازاني، مرزا خان انصاري، واصل او دولت لواڼي غوندې ستر قلمکار او تخليق کار هم ورکړل.

    د دغه ملي پاڅون او نهضت دوېم اهم پړاو هغه وخت د تاريخ پۀ دوره کښې سر را پورته کړو کله چې ستر خوشحال 1022-1663)ز يا 1100-1689 ز( د مغلي استبداد ښکار شي او هم د مغل پۀ قېد کښې دا انقلابي نعره اوچته کړي چې:

    پس د بنده دے دا عزم
    يا نيولے مخ مکې ته
    د خوشحال د خاطر جذم
    يا مغلو سره رزم

    )رنتبور، 1664-68ز(

    د ځان سره د “دستار نامه” پۀ صورت کښې د مغلو د بند نه خپل قام له يو دستور او ائين راوړي – يو داسې ائين او دستور چې دوي ته د غلامۍ نه د ازادۍ او حکمرانۍ چل ورښائي. داسړے دا اعلان هم وکړي چې:

    پۀ پښتو ژبه چې ما علم بلند کړۀ
    پۀ فارسۍ ژبه مې هم ژبه ګويا ده
    د خبرو ملک مې فتح پۀ سمند کړۀ
    پۀ پښتو ژبه مې خلک بحرمند کړۀ

    داسې کۀ يو خوا د خپلې ژبې د فارسۍ سره د سيال کولو او غني کولو ابتداء وکړي نو بل خوا د قام د ملي پاڅون، اتفاق، اتحاد او ازادۍ د پاره د خپلې شاعرۍ نه داسې کار واخلي:

    د افغان پۀ ننګ مې وتړله توره
    ننګيالے د زمانې خوشحال خټک يم

    خزانې د هندوستان دې را خورې دي
    بله هېڅ ليدلے نۀ شي پۀ دا منځ کښې
    درست پښتون لۀ قندهاره تر اټکه
    پۀ يوه ژبه وئيل سره پښتو کړو
    سرۀ مهران دې ننوځي پۀ کهسار
    يا مغل د ملکه ورک يا پښتون خوار
    سره يو د ننګ پۀ کار پټ او اشکار
    ولې هېڅ نۀ شو لۀ يو بل خبردار

    زمونږ د دغه ستر ملي مبارز دغه “نهضت” هم لکه د پير روښان قامي او ملي ؤ خو اساس ئې قامي ؤ، ولې انداز ئې تخليقي او عسکري ؤ. خوشحال بابا خپلو بچو ته پۀ باقاعده توګه د ليک لوست وېنا کوي او د هغۀ هر بچے د خپل خپل مزاج سره سم کار ته ملا تړي.

    د پښتون ملي تاريخ د دغه ستړي ستړي اوږد سفر اخرنے او پۀ ډېرو حوالو ځانګړے ملي نهضت د ستر ملي مصلح او مبارز حضرت باچا خان قامي او ملي نهضت دے چې لکه د پير روښان او خوشحال بابا د دې نهضت اساس هم قامي او ملي دے خو انداز ئې د شلمې پېړۍ د غوښتنو سره سم اصلاحي،علمي، عمراني او سياسي دے.

    د حضرت باچا خان 1988-1890)ز( د دغه نهضت “خدائي خدمتګار” 1921-1910]ز او 1930ز[ د پښتنو پۀ زرګونه کاله را خور تاريخ يوه داسې سايه داره اونه ده چې هر اړخ، هره څانګه، هر ګل او هره پاڼه ئې ځانګړې ده – د مقصد لۀ لوري دومره بشپړ او د انداز لۀ لوري دومره ځانګړے دے چې مونږ ئې د بل کوم تحريک يا نهضت سره هډو تقابل نۀ شو کولے.

    دومره جامع، دومره بشپړه، دومره هر اړخيزه او د وخت او زمانې د معروضي حالاتو دومره مناسب ائينه دار نهضت شايد چې د نړۍ تاريخ بل کوم ليدلے وي. يو داسې تحريک او نهضت چې پۀ يو وخت هم د استعمار نه د ازادۍ مبارزه کوي او هغه هم د عدم تشدد، زغم، برداشت، جهد مسلسل او استقامت پۀ وسله پۀ عمراني توګه د قام د سماجي ژوند نه د جهالت او بې سوادۍ خپسه پاڅوي او 134 ازاد سکولونه ورله تابيا کوي. يو داسې تحريک چې هم پښتانۀ د سطحي نر ګيست، خود پسندۍ او انا پرستۍ دوزخ نه را وباسي او هم ورله د قامونو پۀ ورورولۍ کښې د يو قام پۀ حېث خپل شناخت ورکوي.

    يو داسې تحريک چې د قام د مودو مودو د غلامۍ د لاسه زنګ وهلي نظام نه د تشدد، تربګنۍ، ځان ځانۍ او انسان دښمنۍ غېر انساني خويونه لرې کوي او هم دغه مېړنے قام د عدم تشدد، اتفاق او انسان دوستۍ پۀ يوه لويه ورورولۍ کښې پېري. يو داسې تحريک چې هم پۀ انساني خدمت ايمان او اتفاق لري او هم پۀ جدوجهد د قام او ملت د يو کولو، بېدارولو، پوهولو ځان پېژندلو او ابادولو پۀ مفکوره او فلسفه ولاړ دغه تحريک هم د قام د سړو نه انسانان )ادميان( جوړوي اوهم د قام مېرمنو له د با وقاره ژوند او فعال کردار بيانيه ورکوي. يوه داسې بيانيه چې قوميت ئې د مينې، سياست د عبادت او ولايت د خدمت غېږه کښې ورکړو. يو داسې تحريک چې قائد ئې د خپل اولاد او خپلې کورنۍ د خپل قام سره ولاړ د ژوند هره توده سړه پۀ شريکه تېروي او د خپل پاک او سپېځلي ژوند زياته برخه يا خو د وخت د استعمار پۀ ضد مبارزه کښې تېروي او يا د دۀ د زندان پۀ دېوالونو کښې – خو د خپل طبيعي، قامي او ملي ژوند پۀ يو پړاو نۀ د خپلې مفکورې او فلسفې نه جاروځي او نۀ ئې څوک لکه د ايلم او تاترې د خپله ځايه خوځولے شي. يو داسې قائد چې د پښتونخوا پۀ ګوت ګوټ، حجره حجره، جومات جومات اوکوڅه کوڅه کښې د مينې، محبت، عدم تشدد او بېدارۍ د مفکورې سره ګرځي او د تشدد لۀ لاسه د تشدد غېږې ته تلے قام د مينې محبت پۀ يوه نوې ورورولۍ کښې هم پېري، د خدمت خلق بيانيه هم ورکوي، سياسي تربيت ئې هم کوي او د ملي مجاهدې د پاره پۀ کښې د زغم او برداشت توان هم را پېدا کوي او داسې د وخت او زمانې د فرعون مخې ته د عدم تشدد يو داسې مضبوط لښکر ودروي چې ګرده نړۍ ئې ثاني نۀ لري.

    د هم دغه قامي او ملي تحريک )نهضت( د خېټې نه چې کوم ادبي او علمي تحريک را برڅېره شوے دے، زمونږ نقادان او پوهان ورته د “خدائي خدمتګار ادبي تحريک” نامه ورکوي ځکه چې د حضرت باچا خان د پښتنو شاعرانو او اديبانو د رايو ورکولو او د قامي کاروان برخه جوړولو دغه عمل هم باقاعده يو شعوري او فکري عمل ؤ چې هغه ژبه چې شاعرانو او اديبانو ئې تل د قام د سترګو او دماغو کردار ادا کړے ؤ، د اوږدې غلامۍ د لاسه د هغې ژبې شاعران او اديبان هم د وخت دخانانو او ملکانانو پۀ حجرو کښې ناست د هغوي ټپې ئې وئيلې. د پښتو ادب سرچينه چې د امير کروړ او ملا ارزاني نه تر معزالله خان مومند را ورسېدله نو هم دغلته د پېرنګي غلامۍ خپل کار وکړو. اوس زمونږ اولسي شاعران خو د اولسي سندرو سره پۀ مېدان کښې ولاړ وو چې بيانيه ئې قامي نۀ، تفريحي وه. د هغوي کردار او د اولسي شاعرۍ اهميت پۀ خپل ځاے، خو دغلته اوس د پېرنګي خلاف د مبارزې لپاره قام ته د پوهه، قام پرست او ساهو قلمکارو ضرورت ؤ ځکه نو باچا خان هم د دغه روايتي کاروان نه شاعران او اديبان را اوچت کړل او د قام پۀ ملي مبارزه کښې ئې ورله د هر اول دستې کردار ورکړو.

    د خپلې ژبې د خدمت، روزنې او هم د دغه ژبې د تخليق کارو د خپل اولس سره د حقيقي او ملي تړون پۀ غرض “بابا” د “پښتون” 1928)ز( مجلې اجراء وکړه او پۀ خپله ئې د دغه “رسالې” ادارت ته ملا وتړله او پۀ دغه “حالت جنګ” کښې ئې هم د ژبې، ادب او صحافت د اهميت او ارزښت تر مخه د دغه مقدس کار پۀ خپلو مبارکو لاسونو ابتداء وکړه.

    کله چې د “پښتون” اجراء وشوه او د باچا خان بابا پۀ مشرۍ کښې پۀ دغه “مجله” کښې پښتنو شاعرانو او اديبانو خپل ليکونه پېل کړل نو هم دې سره د پښتو ژبې او ادب پۀ دنيا کښې هم د يو نوي، تازه دم، قامي، حقيقت پسنده او با مقصده ادب ابتداء هم وشوه او بيا دغه “مجلې” د قام پۀ سياسي، ملي او فرهنګي ژوند کښې دومره اهميت اختيار کړو چې پۀ وړومبي کال د “پښتون” پۀ زرګونو مجلې خرڅې شوې او يو وخت داسې هم راغے چې د قامي تحريک سره تړلي هر مجاهد به د اهمو پېښو او د دغه پېښو پۀ حقله د تحريک د دريځ لپاره د مياشتنۍ “پښتون” انتظار کولو او هم د دغه مجلې پۀ رڼا کښې به ئې بيا عمل کولو.

    د قامي کاروان د غېږې نه چې کوم شاعران او اديبان وزېږېدل يا ئې د دې پۀ غېږه کښې فکري روزنه وشوه، د دغه ليکوالو وېش مونږه څۀ پۀ دې ډول کولے شو – زمونږ د دغه تحريک سره تړلو ليکوالو عموماً پۀ درې مېدانونو کښې زيات کار کړے دے: دوي کښې يوه ډله هغه ده چې د دغه ډلې قلمکار باقاعده شاعران او اديبان نۀ دي خو ليکلي لوستلي دي او د خپل رهبر پۀ نغوته ئې قلم لاس ته کړے دے. د دغه ډلې ليکوال يا خو د خپل امروزه سياسي سرګرميو سترګو ليدلے او پۀ خپله کړے حال د ډائريو پۀ شکل کښې قلم بند کړے دے، يا ئې قامي اوعصري تاريخ ليکلے دے او يا ئې پۀ عمرانياتو او فلسفه کښې کار کړے دے او داسې دغه ليکلو لوستلو خدائي خدمتګارو هم د خپلې ژبې خدمت کړے دے او هم ئې قام ته خپل سوچه او رښتونے تاريخ سپارلے دے. لکه د مثال پۀ توګه د خدائي خدمتګار زمرودخان بابا جرنېل ډائري، د ناظم سرفرازخان ډائري، د فضل الرحيم ساقي کتابونه، د احمد کاکا دوه جلده ليکلے د خدائي خدمتګارۍ تاريخ، د قاضي عطاء الله خان ليکلے د پښتنو تاريخ، د ډاکټر وارث خان ليک، د ميا اکبر شاه سفرنامه، د سالار امين جان د بابړې د خونړۍ واقعې د سترګو ليدلے حال، د خان مير هلال ژوند ليک، د ارباب سکندر خان خليل پۀ فلسفه او اقتصاديات کړي ليکونه، خپله د باچاخان بابا ژوند ليک “زما ژوند او جدوجهد” او د رهبر تحريک خان عبدالولي خان کتابونه “رښتيا رښتيا دي” او پۀ څلور جلده مشتمل د خدائي خدمتګارۍ تاريخ چې پۀ پښتو ژبه کښې د تاريخ نويسۍ، ژوند ليک او سفرنامه نګارۍ لپاره د رول ماډل حېثيت لري. د دغه قسمه تاريخي او عمراني موضوعاتو لپاره دغه کتابونه پۀ خصوصي توګه د رهبر تحريک کتابونه او د هغۀ د ليک اسان، روان، با محاوره او جانانه انداز د ټکسالي نثر حېثيت لري.

    د خدائي خدمتګارو يوه بله ډله د هغه قلمکارو ډله ده چې هغه باقاعده اديبان وو خو نثر او پۀ خصوصي توګه تخليقي نثر ته ئې مزاجونه زيات جوړ وو. د دغه ډلې اکثر ليکوالو يا خو ډرامې ليکلې دي يا ئې افسانې او سفرنامې تخليق کړې دي. پۀ دغه باقاعده نثر نګارانو کښې د عبدالاکبر خان اکبر، عبدالخالق خليق صاحب او امیر نواز خان جليا ډرامې درې يتيمان، جونګړه، خدائي خدمتګار، شهيده سکينه او درد هغه شاهکارونه دي چې د پښتو ډرامو او پۀ خصوصي توګه پۀ سټېج د وړاندې کړې شوو ډرامو پۀ حواله د رجحان ساز حېثيت هم لري او د قامي کاروان پۀ مبارزه کښې ئې حرکت او حرارت هم اچولے دے. د عبدالاکبر خان او خليق صاحب ژوند ليکونه، د عبدالاکبرخان پۀ روښانيانو ليکلے کتاب “روښانيان د مغلو تاريکيان” او د خليق صاحب “زۀ او زما زمانه” زمونږ د قامي تاريخ او قامي ژبې هغه شاهکارونه دي چې دا ژبه او قام به پرې تل وياړېږي. د دې نه علاوه د ښاغلي جهانزيب نياز ژوند ليک او د ماسټر عبدالاکريم افسانې “ځولۍ ګلونه” هم زمونږ داستاني ادب کښې د مِل د کاڼي حېثيت لري چې وروستو پرې د فکشن يو لوړ تاج محل رغ شو.

    هم د دغه کاروان د تخليق کارو يوه بله ډله د باقاعده شاعرانو ډله ده د کومې سرخېل چې ارواښاد فضل محمود محفي ؤ. پۀ دغه ډله کښې هسې خو ګڼ شمېر شاعران شامل دي او لا دا سلسله روانه ده – پۀ هغه تسلسل کښې نن هم ګڼ شمېر شاعران د خپل قام، ملت او ملي نهضت سندرې وائي خو پۀ هغه زمانه کښې چې کوم نمائنده شاعران وو چا چې د خپلې شاعرۍ )پۀ خصوصي توګه نظم کښې( پۀ ذريعه قامي کاروان کښې خپله برخه واچوله او د تحريک پۀ جلسو کښې ئې حرارت او حرکت را پېدا کړو، پۀ دغه نمائنده شاعرانو کښې د ذکر شوي )فضل محمود محفي( صاحب نه علاوه شاد محمد مېږے، شرر امباډهېر، فضل الرحيم ساقي، عبدالمالک فدا، تاج محمد خاموش، سعادت خان جلبل، س ب ب، الف جانه خټکه، خان عبدالغني خان، زيارت خان استاذ پۀ خصوصي توګه د يادولو وړ دي.

    هم دغه شاعرانو او قلمکارانو ]چې روزنه ئې خدائي خدمتګار تحريک کړې وه[ د پښتو ژبې د تخليقي کاروان نه د يکسانيت خپسه پاڅوله، سمت ئې ورته سم کړو، يو نوے تازه دم روح ئې پۀ کښې ور وپوکلو او د يوې نوې جذبې، نوي رنګ او نوي غورځنګ سره ئې دغه کاروان روان کړو. دوي د پښتو ژبې او ادب ابياري د خپلو زړونو او سرونو پۀ وينو وکړه او د خپل وژن پۀ مدد ئې د دې ژبې ادب د موضوعي او معروضي حقيقتونو سره هم اشنا کړو او پۀ تازه دم او نوو موضوعاتو ئې هم غني کړو – تر دې چې د اسلوب او اندازې پۀ حواله ئې هم نوې نوې تجربې وکړې او د هغه وخت د نړيوال ادب نه ئې نوي نوي ژانرونه/ توکي )اصناف سخن( هم خپلې مورنۍ ژبې ته را واړول او بيا ئې د دغه اصنافو نه هم د وسيلې کار واخستو او هم د وسلې. زمونږ دغه نوموړو شاعرانو خپلې مور ژبې له د لغاتو، ټکو او ترکيبونو پۀ حواله هم ډېر څۀ ورکړل؛ تر دې چې ځينې داسې مرکبات او ټکي ئې هم د شاعرۍ برخه وګرځول چې زمونږ پۀ زړه شاعرۍ کښې ئې يا خو ګنجائش نۀ ؤ او يا ئې هغه استعمال نۀ ؤ کوم چې دوي پکار را وستلو. مطلب دا چې ژبه ئې د اظهار او بيان پۀ حواله د نوو علامتونو او نوو نوو استعارو سره اشنا کړه. د دغه کاروان ډرامه نګارانو، افسانه نګارو او شاعرانو پۀ مروجه ډکشن )لغاتو( کښې نوې نوې معنې هم ور واچولې او داسې ئې قامي منظرنامه کښې قامي او ترقي پسندې شاعرۍ له وده هم ورکړه او پۀ ژبه کښې ئې د نوو نوو علامتونو، تشبيهاتو او استعارو اضافه هم وشوه چې د فلالوجسټو پۀ ژبه کښې د “نيولاجزم” يو صورت هم دے – لکه د مثال پۀ توګه کلے، کور، جانان، ساقي، خمار، سپرلے، ګل، ګلاب، رېدي ګلے، اختر او داسې بلها ټکي او ترکيبونه د اګاهو نه هم موجود وو خو د دې تحريک سره تړلي شاعرانو دغه ټکي او ترکيبونه د نوو نوو معنيو سره اشنا کړل. دوي ته او د دوي پۀ وسيله ئې قامي او انساني ژوند ته پۀ يوه بله زاويه وکتل او د خپل شاعرانه اسلوب برخه ئې وګرځول او هم د دې تحريک پۀ سبب پښتنې ټولنې د ژوند پۀ يوه نوې او تازه دم منظرنامه غزونې وکړې. قامي او مقصدي ادب را منځ ته شو او د کوم قامي انقلابي نظم ابتداء چې مولانا فضل محمود محفي کړې وه، هغه اجمل خټک معراج ته ورسولو. مزاحمت ته ئې د تخليق او تخليق ته ئې د مزاحمت لاره وښودله. قلمونه ئې تورې او تورې ئې قلمونه کړل. هم ئې د ژبې ځولۍ د نوو نوو ملغلرو نه برجقه کړه او هم د خپلو ټکو سره پۀ مېدان کښې ودرېدل. وروستو هم دغه کاروان پۀ خپل خپل انداز کښې همېش خليل، قلندر مومند، رحمت شاه سائل، مهدي شاه باچا او نورو سوونو تخليق کارانو پۀ مخ بوتللو او پښتو نثر ئې د علمي، تاريخي او ژوندليک پۀ حواله د جديد تر اسلوب سره اشنا کړو. دا ځان ته يوه د څېړنې موضوع ده؛ بايد چې څوک څېړنکار د دغه دور د کتابونو اسلوبياتي او موضوعاتي تجزيه وکړي.

    خدائي خدمتګار تحريک چې پښتو ژبې او ادب له کومه علمي، فکري او تخليقي سرمايه ورکړه،. د دې پۀ حقله پروفېسر ډاکټر صادق ژړک پۀ خپل کتاب “د فخر افغان ځانګړنې” کښې ليکي چې،

    فخر افغان باچا خان چې کله د نوي پښتون قامي غورځنګ بنيادونه ږدي نو پۀ دې دور کښې دوي او د دوي ملګري د پښتو ژبې ته پۀ خاص ډول پام راګرځوي. د “پښتون” رسالې تر څنګ ازادې مدرسې جوړېږي؛ پۀ دې دوره کښې د ماشومانو تر څنګ د هر عمر خلک روزل کېږي. پۀ دې دوره کښې شاعري انقلابي اړخ ته را ګرځوي، نوي ادبي ژانرونه پۀ پښتو کښې پۀ منظم ډول دودېږي او پۀ ځانګړي ډول پام ور اوړي. سټېج ډرامې وړاندې کېږي؛ پۀ هغو کښې د ټولنې د سمونې او د دښمن پۀ ضد تبليغات پۀ کښې کېږي. د دې دورې اثر نۀ يواځې تر صوبه پښتونخوا پورې پاتې کېږي بلکې د دې دورې رېښې تر کندهار او شالکوټ پورې را رسېږي. پۀ دغه دور کښې پۀ سوونو خلک د پښتو ادب پۀ ډګر کښې روزل کېږي. پۀ دغه انقلابي دوره کښې ډېر ستر ستر ليکوالان، قصه ليکونکي او شاعران روزل کېږي.

    محمد صادق ژړک، د فخر افغان ځانګړنې، کوئټه، پښتو ادبي غورځنګ، جنوري 2012، مخونه 125-126

    خپله د حضرت باچا خان د اسلوب او انداز پۀ حقله عبدالحئ حبيبي صاحب ليکي چې

    عبدالغفار خان د خپل نثر ليکلو اساس پۀ هغه معيار ايښے دے پۀ کوم چې پښتانۀ پۀ خپلو دېرو او حجرو کښې خبرې کوي. د عبدالغفار خان پۀ نظر کښې ليکنه او ادب فقط د خپل اصلي مقصد لپاره چې هغه د خلکو پوهول دي، استعمالېږي او د دۀ د ليک مقصد صرف دا دے چې پۀ اصلاحي او سياسي فکر عام خلک پوهوي نو ځکه دے تل پۀ داسې ژبه ليکنه کوي چې پۀ کومه ژبه دے پۀ حجرو کښې د پښتنو سره غږېږي. د دۀ نثر داسې ساده او روان او بې تکلفه دے چې هر پښتون ښۀ پرې پوهېدلے شي او هم د دغه سبک پۀ تعقيب ډېر نور ليکوال را وتلي دي چې نور پښتو اخبارونه او مجلې ئې نشر کړي دي – لکه “ازاد پښتون” چې مير احمد شاه نشروله يا د “خېبر” مجلې چې د اسلاميه کالج څخه خپرېده، “ستړے مۀ شې” مجله چې سيد راحت زاخېلي خپروله.

    پۀ حواله د “فخر افغان ځانګړنې”، مخ 127

    دلته د استاد اشاره هغه ټولو مضامينو او کتابونو لور ته ده چې د دې نه وروستو پښتنو پۀ علمي، سماجي او تاريخي موضوعاتو هم پۀ دغه انداز کښې وليکل او دغه ساده، روانه او بې تکلفه ليکلې ژبه د خدائي خدمتګار تحريک د اسلوب نخښه وګرځېده.

    لکه چې ما مخکښې هم دې لور ته اشاره کړې ده، د “پښتون” مضامينو او پۀ دې مجله کښې د چاپ ډرامو، افسانو، نظمونو او کالمونو د پښتو شعر او ادب له نوے رنګ، نوے اهنګ، نوے رخ او نوے مخ ورکړو. نوې نوې اضافه لکه ډرامه، افسانه، شخصيت نګاري، خاکه نګاري، تنقيد، کالم نويسي، تکل نګاري، سفرنامه او رپورتاژ نګاري، ازاد نظم او داسې نور د پښتو ژبې ځولۍ ته را واچولے شول او بيا هم د دې ادبي تحريک برکت د دې ژبې شعر او ادب له ځينې داسې رجحان ساز شخصيات ورکړل چې زمونږ ژبه او ادب پرې پۀ ځاے کږه شمله تړلې شي – لکه د مثال پۀ توګه مونږه دا دعويٰ پۀ خلاص مټ کولې شو چې د پښتو د روماني، فلسفيانه او روحاني شاعرۍ پۀ حواله )پۀ خاص توګه د نظم پۀ پېرايه کښې( مونږ د خان عبدالغني خان پۀ پېړۍ کښې اوسو. هم دغه شان د قامي انقلابي او جديد نظم پۀ حواله مونږ د اجمل خټک پۀ دور کښې ساه اخلو او کۀ مونږ پۀ دې حواله نور هم لاسونه ور اوږدۀ کړو او د خدائي خدمتګارۍ اثرات )بالواسطه او بلا واسطه( پۀ ټول پښتو ادب کښې ولټوو نو داسې بلها دعوې به نورې هم پۀ لاس را شي؛ ځکه خو نوموړے ترقي پسند مفکر او دانشور ښاغلے سليم راز ليکي چې:

    د خدائي خدمتګار د سياسي تحريک پۀ نتيجه کښې را پېدا شوے يو ادبي بهير ؤ چې پۀ پښتو ادب کښې ئې انقلابي تبديلۍ را وستې. دا تبديلۍ د هيئت او اسلوب پۀ لحاظ هم چې پښتو ادب خصوصاً شاعري ئې پۀ هر لحاظ غني او د عصري تقاضو مطابق کړه. پښتو کښې ئې د جديد نظم ابتداء هم لۀ دغه ځايه کېږي او د نظم پۀ فارم او خيال کښې نوې نوې تجربې کېږي. پښتو افسانه او ډرامه هم د دغه دور پېداوار دے. د سټېج ډرامو اغاز هم دغه تحريک کوي. د موضوع، اسلوب او جدت پۀ لحاظ هم ادبي صنفونه د دغې تاريخي مرحلې روزلي دي. د روايتي حسن او عشق د تصوراتو پۀ ځاے شعر، افسانې او ډرامې خپل سماجي معاشي بنياد وپېژندو. دې نه علاوه د وخت او حالاتو مطابق د انقلابي، ادبي تنقيد، علمي، سماجي او سياسي مضامين، تبصرې او کالمونه هم د دې دور يادګار دي.”

    سليم راز، خدائي خدمتګار تحريک او پښتو ادب، “پښتون” مجله، 15 فروري 1999ز، ګڼه 19

    د ګران سليم راز صاحب د مضمون لنډيز دا دے چې پښتو ژبې او ادب له چې خدائي خدمتګار تحريک څۀ ورکړي دي، دا تر ننه پورې بل کوم ادبي او سماجي تحريک نۀ دي ورکړي؛ ځکه چې هم د دې تحريک پۀ برکت د پښتو ژبې او ادب لمنه د روحِ عصر او فکرِ عصر پۀ ملغلرو مالا مال شوه. ژوندليک، زمانه ليک او افسانه ئې قامي تاريخ کړل.

    دلته به زۀ يو ځل بيا دا ووايم چې د عبدالاکبر خان اکبر “درې يتيمان”، “جونګړه” او “کاروان”، د امير نواز خان جليا “درد”، د عبدالخالق خليق “خدائي خدمتګار” او “شهيده سکينه”، د ميا عبدالرزاق “د جنت ماڼۍ” غوندې زړۀ چوونکې ډرامې؛ د ماسټرکريم او بيا وروستو د همېش خليل، قلندر مومند او مهدي شاه باچا افسانې )”ځولۍ ګلونه”، “چارګل”، “ګجرې”، “نشان”، “پت” او “لاله ګلونه”(، د نور محمد تره کئ ناولونه او افسانې، د احمد کاکا خدائي خدمتګاري غوندې اهم دستاوېز، د خليق “زۀ او زما زمانه”، د عبدالاکبرخان اکبر “روښانيان: د مغلوتاريکيان” او “د روس سفرنامه”، د ساقي صاحب “د خدائي خدمتګار پۀ تحريک کښې زما ژوند”، د اجمل خټک “دا زۀ پاګل وم” او د “غېرت چغه” – دا ټولې هغه ډالۍ دي چې هم د دې تحريک سره پۀ عملي توګه د تړلو يا د دې اثر نه پۀ فکري توګه متاثره شوو قلمکارانو د دې ژبې ځولۍ ته ورسپارلي دي او دا سلسله لا اوس هم دوام لري.

    نوښار ادبي جرګه 1928)ز( هم خدائي خدمتګار شاعرانو اديبانو جوړه کړې وه او داسې ئې شاعرانو ته د انجمن سازۍ او جرګه سازۍ هنر وښودلو چې وروستو بيا ګڼ شمېر ادبي جرګې پۀ وجود کښې راغلې. هم پۀ دغه تسلسل کښې وروستو بيا پۀ لر او بر کښې پۀ سوونو ادبي جرګې پۀ وجود کښې راغلې چې لا تر ننه دوام لري.

    ځکه نو مونږه دا دعويٰ پۀ خلاص مټ کولې شو چې د خدائي خدمتګار ادبي تحريک د پښتو ژبې او ادب پۀ وجود کښې د شاه د هډوکي حېثيت لري. پۀ خصوصي توګه د جديد ادب پۀ نوي وجود کښې خو ئې حېثيت داسې دے لکه د ژوندي وجود کښې د ساه اخستو د عمل –

    ګو چې قامي او حقيقت پسندانه رجحانات د پښتو ادب د کلاسيک ځانګړنه ده خو دا هم يوحقيقت دے چې دغه عمل ته يو سائنسي، عمراني او نوے بنياد هم دې تحريک ورکړو او داسې ئې خپل کلاسيک پۀ نوي انداز د نوي فکر سره د نوو تقاضو مطابق را ژوندے کړو.

    باچا خان بابا د ساقي صاحب د کتاب پۀ ديباچه کښې ليکي:

    ما خپلو تعليم يافته ملګرو ته )دا خبره څو څو ځله وکړه چې تاسو د پښتنو کوم خدمت کوئ( چې د هغې سره سره د دې متعلق ليکل هم کوئ. پۀ دې شان به زمونږ د دې تحريک تاريخ هم جوړ شي او د پښتو ژبې خدمت به هم وشي لکه څۀ رنګې چې ساقي صاحب پۀ دې لار کښې کوشش کړے دے.

    فضل الرحيم ساقي، د خدائي خدمتګارو تحريک کښې زما ژوند، د باچا خان سريزه، مخ 8

    لنډه دا چې دغه قامي تحريک د صحافت او ادب پۀ مېدانونو کښې خپلې مورنۍ ژبې له ډېر څۀ ورکړي دي. کۀ مونږ دغه ټول نومونه او د دغه پښتنو کار او زيار پۀ پوره ډول واضحه کول غواړو نو کم از کم زر صفحې کتاب به پرې ليکل غواړي او بيا به هم خبره نيمګړې پاتې شي؛ ځکه چې پۀ دغه قلمکارو کښې د هر يو ذاتي ژوند او بيا د دوي ملي مبارزه او پۀ دغه مبارزه کښې د دوي د قلم ځل ځان ته د بېل بېل کتاب ليکلو متقاضي دي چې دا ټول د دغه ستر تحريک پۀ غېږه کښې ځان ته پۀ خپله هم تحريکونه وو. مونږ او زمونږ د ملي ژوند او زمونږ ادب هم د دغه اتلانو پور اوړي. د دې مضمون پۀ پاې کښې به زۀ يوځل بيا د تبرک د پاره د ځينو نمائنده شاعرانو او اديبانو تذکره وکړم او بيا به خبره را ټوله کړم.

    عبدالا کبرخان، عبدالخالق خليق، عبدالمالک فدا، سعادت خان جلبل، قاضي ملا عبدالسلام، فضل الرحيم ساقي، شاد محمد مېږے، عبدالحنان بجلي، ګل احمد کاکا مرغز، عبدالحکيم ستي، عبدالغفار خان د چارسدې، الف جانه خټکه، س ب ب، سيد محمد رسول فريادي، نګينه خورکۍ، عبدالغني خان، اجمل خټک، ولي محمد طوفان، عاضي هشنغرے، شرر امبا ډهېر، امير نواز جليا، نابينا شاعر زيارت خان چراغ او بلها نور.

    حاصل کلام دا دے چې خدائي خدمتګارتحريک او د دې مشر پۀ شعوري توګه د پښتو ژبې او ادب روزنه او پالنه کړې ده او دا ځکه چې زمونږ دغه ملي مصلح پۀ دې خبره پوهېدو – د هغۀ قول دے چې، “د کوم قام نه خپله ژبه ورکه شوه هغه قام ورک شي او پۀ چا چې خپله ژبه سپکه شوه هغه قام سپک شي.”

    کتابيات:

    1. د خوشحال بابا کليات، سمونه ، حاشيې او فرهنګ، پروفېسر ډاکټر يار محمد مغموم، يونيورسټي بک اېجنسي، پېښور، 2016
    2. د فخر افغان ځانګړنې، ډاکټر صادق ژړک، پښتو ادبي غورځنګ، کوئټه، جنوري 2012
    3. زما ژوند او جدوجهد، عبدالغفار خان، باچا خان ټرسټ رېسرچ سنټر، پېښور، جنوري 2019
    4. مجله پښتون، ګڼه 19، 5 فروري 1999، باچا خان مرکز، پېښور
    5. پختو، پختون اور پختونولى، نور الامين يوسفزئ، عامر پرنټ اينډ پبلشر، پشاور. اگست 2015
    6. درې نهضت ګر، نورالامين يوسفزے، باچا خان ټرسټ رېسرچ سنټر، پېښور، جنوري 2019

     

  • کورونا وائرس، مذهب، سائنس، نيو لبرل مارکيټ او د رياست پښتون دښمني – ډاکټر خادم حسېن

    نن ټوله نړۍ د کورونا وباء ولقه کښې ده. ټولنيز واټن، د ګرځېدو را ګرځېدو کموت، د ځان او چاپېرچل صفايۍ ته پام او د ګڼې ګوڼې نه ځان ساتل د دې لا علاجه وباء نه د ژغورنې تدبيرونه ګڼلے کېږي. عام اولس ته اٰګهي ورکول او دوي ته پۀ وخت مستند معلومات رسول او د دفترونو، ټرانسپورټ، توليداتو او انډسټري د تړلو پر مهال د بې وزلو د مرستې چارې کول مونږ بايد ځان باندې لازم وګڼو. دې سره سره بايد تر خپله وسه عام اولس ته د ماسکونو او سېنټائزرز رسولو کښې برخه واخلو. دا ټول کارونه او کلهمې تګلارې مثبتې پاې ته رسېدې شي کۀ پۀ دولتي کچ د مخنيوي او معالجې لپاره مستعده پلان وکارولے شي او دغه مربوط پلان اولس سره د شريکولو لپاره مناسب لارې ګودرې خپلې کړې شي.

    داسې برېښي چې پاکستان او افغانستان کښې زياتره وروستو پاتې طبقې او وروستو پاتې قامونه د دې وباء نه پۀ ټولنيزه او اقتصادي توګه اغېزمن شوي دي. پاکستان کښې د درملنې د مناسب انتظام د نشتوالي لۀ کبله وروستو پاتې ايالتونه او اولسوالۍ يو شمېر ستونزو سره مخ دي. ماهرين پۀ دې اند دي چې کۀ چرې د وباء ازموينې د انتظام نشتوالے، د ماسکونو کموت، د سنېټائزرز لاس ته نۀ راتلل او د ټولنيز واټن پۀ اصول عمل نۀ کېدل برقرار وي نو دا کېدے شي چې تر مۍ پورې پاکستان کښې 31 ملينونه خلک اغېزمن شي.

    محققينو نمره احمد او احمد نورېز رانا “نيا دور” کښې پۀ شپږ ويشتم مارچ يو راپور خپور کړے دے کوم کښې چې هغوي دا دعويٰ کړې ده چې د درملنې او څارملنې د مناسب انتظام د نشتوالي لۀ کبله پاکستان کښې پۀ مليونو خلک د وباء خونړي تاثير نه اغېزمن کېدے شي.

    بلې غاړې ته د “ګارډين” د نولسم مارچ د يو راپور تر مخه د ايران د تفتان ولايت نه د بلوچستان پۀ لاره را ستنېدونکي شپږ زره زائرينو د پاره چې کوم کېمپ جوړ کړے شوے ؤ؛ هغې کښې د اوبو، صابن، خوراک او توليو هېڅ بندوبست نۀ ؤ شوے چې لۀ کبله ئې د وباء وائرس پۀ ورځو کښې خور شو. دې سره سره د مارچ درېمه لسيزه کښې د تبليغي جماعت د يو جوړ لۀ کبله د کورونا وائرس وباء د خېبر پښتونخوا کلو سره سره تر دمشق او غزه پورې ورسېده.

    د قرنطينه يا څارملنې د مناسب انتظام د نشتوالي لۀ کبله پښتونخوا کښې کۀ يوې غاړې ته پوهنتونونو نه قرنطينه جوړلے شي او بلې غاړې ته د ډېره اسماعيل خان اغېزمندو د پاره کلو کښې د قرنطينه د مرکزونو جوړولوعمل روان دے. دغه مرکزونو کښې د ژوند د بنيادي ضرورتونو او حوائج رسول امکان نۀ لري. داسې برېښي چې مرکزي حکومت يو خوا د سم لاسي پرېکړو د صلاحيت نه محروم دے او بلې خوا ئې پښتونخوا او بلوچستان د خداے پۀ اسره پرېښودي دي.

    د دې ټول صورتحال يوه نتيجه دا راووته چې پۀ فرورۍ کښې د نولس (19) اغېزمندو شمېره د مارچ وروستۍ لسيزه کښې يو نيم زر (1500) ته ورسېدو. بله نتيجه ئې دا راووته چې د مرکزي حکومت د انتظام ټول اختيار فوج خپلو لاسو کښې واخستو. دې نه پۀ سياسي توګه دا خبره څرګندېږي چې پاکستان کښې د سويلين ادارو او بنسټونود اهليت لوړولو باندې د مصارفو ترجيح پۀ بېخي ټيټ کچ ولاړه ده. د بمونو، بارودو، ټېنکونو، ميزائلو، جنګي جهازونو او چاوڼيو جوړول لازمي ګڼلے شوي دي او د روغنتونونو، درملنې، د سواد ادارې، مواصلات او د بنيادي سائنس تحقيقونو ته ثانوي نه هم کوز حېثيت ورکړے شوے دے. پۀ رياست د عسکريت د ولقې لۀ وجې مارکيټ او توليدات اېغ پۀ نېغه د عسکري ادارو کنټرول ته لوېدلي دي. هم دغه علت دے چې مرکزي حکوم د سنېټائزرز جوړولو ټهېکه د فوج ادارې ته حواله کړه. کۀ پۀ ژور نظر وکتلے شي نو کۀ پاکستان کښې يو قدرتي افت راشي او کۀ وباء، فوج لا محاله اختيار خپلو لاسونو کښې واخلي. دغسې يوې غاړې ته اولس نه سائينه تر لاسه کړي او بلې غاړې ته د عسکريت دنده لا نوره بشپړه کړي. د اولس بنيادي ستونزې پۀ ځاے پاتې شي خو د عسکريت تجارت پۀ مخکښې لاړ شي.

    کۀ وکتلے شي نو د سندهـ سويلين حکوم د وباء د مخنيوي لپاره د مرکزي حکومت او نورو صوبو نه مخکښې او زيات چټک ګامونه واخستل او کورونا وباء ئې تر ډېره حده پۀ شا کړه. د اتلسم ائيني ترميم يوه لويه ګټه يو ځل بيا د اولس مخې ته راغله چې صوبائي حکومت خپل ائيني دستوري اختيار پۀ کار راوستو، د مرکزي حکومت او فوج اسرې ته د ناستې پۀ ځاے د خپل ايالت اولس ته پۀ وخت ورسېدو. د سندهـ صوبې د سوېلين صوبائي حکومت د کارکردګۍ بېلګې پۀ ډېره ښه توګه دا خبره ثابته کړه چې:

    1. سوېلين اهليت لري او پۀ وخت پرېکړې کولې شي کۀ دستوري او مشروطه اختيار ولري.
    2. دوېم دا چې د صوبو کارملان پۀ توندۍ خپله وظيفه تر سره کولې شي.
    3. درېم دا چې ايالتونه پۀ ذمه وارۍ اولس د ستونزو نه ويستے شي کۀ عسکريت ورله مخ و نۀ نيسي.
    4. د سندهـ د ايالت د بې شانه ښې کارکردګۍ بېلګې نه يوه څلورمه خبره دا څرګندېږي چې کومو خلکو ته پۀ مرکز کښې، پښتونخوا کښې او پنجاب کښې پۀ دې چغو سورو قدرت ورکړے شوے دے چې ګواکې تېر شوو حکومتونو د دولت پنګه کښې غلا غلتي کړې ده او دا فرض کړے شوي وو چې دغه د چغو سورو لګوونکو خلکو کښې به د تېر شوو حکومتونو نه لږ زيات صلاحيت وي، عام اولس ته يو ځل بيا دا خبره واضحه شوه چې دغه خلکو کښې نۀ اهليت شتون لري او نۀ د اولس او قامونو پۀ بابله خواخوږي لري.

    يوه بله ډېره مهمه ستونزه چې دې ورځو کښې مخې ته راغلې ده، هغه د طب او صحت د کارملانو د تحفظ د الاتو نشتوالے دے. ټوله نړۍ کښې او افغانستان او پاکستان کښې د طب او صحت سره تړلي کارملان د وباء پۀ ضد مبارزه کښې پۀ وړومبۍ کرښه ولاړ دي. د دوي تحفظ تر ټولو زيات مهم دے. تېر شوو څو ورځو کښې پاکستان کښې يو شمېر معالجين او د طب نور کارملان د کورونا وائرس تر اثر لاندې راغلي دي. د تشويش خبره دا ده چې د حکومت پام لا دې غاړې ته را ګرځېدلے هم نۀ دے. پۀ اولسي توګه ډېر پۀ زوره دا غوښتنه لازم حېثيت لري چې د طب د کارملانو د تحفظ او نورو اسانيو بندوبست دې سملاسي وکړے شي – چې معالجين محفوظ وي نو د علاج چارې به تر سره کولې شي. کۀ داسې نۀ وي نو جنګ کوونکي خو دغه چارې نۀ شي تر سره کولې، کۀ دوي هر څومره وسيلي ولري او هر څومره توان ولري.

    د ټولنيز واټن د پاره د بازارونو، تعليمي ادارو، ټرانسپورټ، هوټلونو او اجتماعاتو تړل لازم ګرځېدلي دي چې د کورونا وائرس د خورېدلو لاره ونيوې شي. داسې صورت حال کښې هغه خلک چې پۀ خوارۍ مزدورۍ رزق ګټي، د هغوي د بې وزلۍ امکان نور هم زياتېږي. د دې بې وزله اولس مرسته پۀ صوبائي حکومتونو او مرکزي حکومت هم لازم ده او پۀ سياسي ګوندونو او ټولنيز بنسټونو هم. صوبائي او مرکزي حکومتونه بايد د دياړيمارو دقيق معلومات زر تر زره را غونډ کړي او د رسنيو پۀ وساطت دې پۀ امروزه توګه خپارۀ کوي، تر څو چې د دوي د پاره د حکومتي پنګو او ټولنيزو مرستو رسېدل اسان شي. صوبائي حکومتونه بايد د دغه بې وزله اولس د مرستې د پاره مناسب پنګې اعلان کړي. دغه کار بايد مرکزي حکومت هم وکړي. سياسي ګوندونه او ټولنيز بنسټونه بايد د کلو او کوڅو پۀ کچ کمېټۍ جوړې کړي او خواوشا بې وزله اولس ته پۀ جدي توګه ورسي.

    د وباء د دور خدائي خدمتګاري هم دا ده چې پۀ عام اولس کښې يوې غاړې ته د وباء پۀ حقله مستند معلومات ورسولے شي او بلې غاړې ته د دوي د مرستې د پاره لاس پښې ووهلې شي. عام اولس ته دا خبره رسول لازم دي چې کور کښې کښېني، د ګڼې ګوڼې ځايونو نه ځان وساتي، ماسکونه وتړي او سنېټائزرز وکاروي. دا اٰګهي خورول ضروري دي چې کور کښې ناسته او ټولنيز واټن اروائي او نفسياتي اغېزې راوړې شي – د دې منفي اغېزو نه ځان ساتلو د پاره د ليک لوست، د فلمونو کتل، ملګرو او عزيزانو سره د ټيليفون او د ټولنيزو رسنيو د لارې اړيکې ساتل او خپل عادي کارونه تر سره کول ډېر لاس ورکولے شي. دې سره سره کورنۍ سره د کور کارونو کښې مرسته کول هم مثبت حس را پارولےشي. د اٰګهۍ او مرستې دغه ټولو کارونو د پاره ټولنيزو رسنيو او ويډيو لنکونو نه پۀ اسانه کار اخستے کېدے شي.

    رسنۍ او د ميډيا بنسټونه، سياسي ګوندونه او ټولنيز بنسټونه يو بل مهم کار دا کولے شي چې د جعلي خبرو او خبرونو مخه ونيسي چې د وباء وېره کلو کوڅو او ښارونو ته کله هم وغزېږي نو غېر مستند خبرونه او تاوېلي ماوېلي لکه د ځنګل د اور خورېږي. دې سره د وباء منفي نفسياتي اغېزه نوره هم زياته شي. انساني اروا، اقتصاد او ټولنې ته د دې نه لا نور زيان د رسېدو امکان را برڅېره کېږي. داسې حال کښې دا لازم ده چې حکومتونه، ميډيا، سياسي کارکنان او ټولنيز او مدني فعالان پۀ مربوطه لړۍ کښې مستند خبرونه اولس ته د رسولو د پاره لارې ګودرې جوړې کړي. کۀ داسې و نۀ شي نو ټولنه لوے نابېره زيان سره مخ کېدې شي.

    نن سبا پۀ ټولنيزو رسنيو يو شمېر ويډيوګانې څرخي را څرخي کوم چې دا بې دليله خبره خوروي چې ګواکې د کورونا وباء يا خو د امريکې د متحده ايالاتو حياتياتي جنګ دے او يا بيا د چين يا نورو غربي هېوادونو لۀ وجې دغه وباء خورېږي. څۀ هم کۀ د مطبوعاتو يوې لوئې ادارې “ټيليګراف” يو سائنسي راپور کښې دا خبره پۀ ګوته کوي چې د کورونا وباء فطري ده او د لېبارټرۍ جوړ وائرس نۀ دے.

    ټولنپوهانو لۀ ډېره وخته دا ثبوتونه را غونډ کړي دي چې قدرتي افتونه انساني عاطفې او د رحم حس ته وده ورکوي خو وباء کښې انساني او ټولنيز واټن نيکي وګرځي نو د انسانانو اروا کښې د شرم او د جرم حس را پارېدل فطري عمل وي. د شرم او جرم دغه حس کله نا کله دومره توانمند شي چې انسانان يو شمېر غېر عقلي او بې ثبوته خبرو ته هم غوږ نيسي. دې سره سره د بې وسۍ يو احساس خور شي. د بې وسۍ دغه احساس پۀ داسې يو شمېر خبرو چې نۀ دليل لري او نۀ ثبوت، د دې بنياد وګرځي چې انسان باندې سام خور شي، اوهامو او توهماتو ته مائل شي او وهم عقيدې سره ګډ کړي.

    ټولنه کښې يو شمېر طبقې داسې هم شتون لري چې د مذهب او عقيدې پۀ پلمه د دغه وهمونو د خورولو دنده د انسانانو د ژوند او بقاء پۀ قيمت پۀ مخکښې ځي.

    عسکري تجارت او د وهمونو دنده کښې مشترکه قدر دا دے چې دواړه د انسانو ټولنې خپله ولقه کښې د راوستلو دسيسې کوي نو ځکه دواړه يو بل له لاس ورکوي.

    عسکريت د انسان مادي اړخ قبضه کوي او د وهمونو د دندې تجار هم د انسان اروا، ذهن، اعصاب او نفسيات ولقه کښې د راوستو زيار کوي – نو ځکه دا د حېرت خبره نۀ ده چې د پاکستان د ټي وي ګانو پۀ سکرينونو يو ژړغونکے غږ ناڅاپي را ښکاره شي او د فوج او د طالباتو اتحادي حکومت د پاره پۀ سلګيو سلګيو دعاګانې غواړي. د سائنس د جراحۍ او طب او درملنې اختراعاتو، ابتکار او ايجادونو تر اوسه پورې تر ډېره حده د انساني نوغي خوندي ساتلو کښې مرسته کړې ده. د مذهب پوهان او عالمان بايد د وباء پۀ ضد مبارزه کښې د سائنس مرسته وکړي او د وهمونو د دندې پۀ ضد غږ پورته کړي. د مذهب پوهانو او عالمانو ته دا ياد ساتل پکار دي چې عقيدې انسانان خپلوي، کۀ خداے مۀ کړه انساني نوغے خطر سره مخامخ شي نو بيا به عقيدې څوک خپلوي؟

    د معلوم تاريخ را هسې د انسان نوغے بېلابېلو خطرونو او وباګانو سره مشت و ګرېوان دے. تر اوسه د انسان نوغے پۀ خپل ټولنيز حکمت او دانش پۀ دې توانېدلے دے چې د قدرتي افتونو او وباګانو پۀ ضد مبارزه کښې بريالے شي او خپل نوغے خوندي وساتي. هم دا يوه پېړۍ مخکښې د هسپانوي انفلوئنزا وباء تېره شوې ده، کومې چې ټوله نړۍ کښې څۀ کم و بېش پنځوس مليونه انسانان د ستوني تېر کړي وو. خو انسان هغې له ماتې ورکړه.

    خو بلې غاړې ته د تېرو شوو څو پېړيو راهسې د بعضې طبقو د بې درېغه منفعت لوږې نه زېږېدلې ازادې منډۍ او نيو لبرل اقتصاد د زمکې پۀ سياره هغه کانې وکړې چې معلوم تاريخ کښې ئې بېلګه نۀ موندلې کېږي. ځنګلونه ورېبلے شول، غرونه هوار کړے شول، سيندونو او دريابونو باندې غټ غټ ډېمونه جوړ کړے شول چې لۀ کبله ئې اوبۀ وسوزولې شوې او پۀ لکهاو ميټره خاوره ورژولې شوه. د حېواناتو پۀ زرګونو انواع د زمکې د مخ نه لرې کړے شول او هواګانې زهرژنې کړې شوې. د ځنګلي حيات د نړيوال فنډ تر مخه تېرو شوو څلوېښتو کلونو کښې د مهره دار حېواناتو لکه مماليه، مهي، مارغانو او حشرات پۀ انواع کښې شپېتۀ فيصده کموت واقع شوے دے. د جوهري وسلو انبارونه، د بارودو کندوان، د توغندو ډهېري، د طيارو او الوتکو د غوږونو د پړدو شلوونکي کرکژن اوازونه او د ټېنکونو غړمبار د انساني ژوند ښکلا له مرۍ خپي کړې ده. د ژوند د بقاء ضامن انواع د انسان د وحشي زړۀ ارادو وېرولې دي. بحر او خشکه دواړه ترهېدلي دي. هره ورځ دريابونه د زمکې پۀ مخ وچېږي، ځنګلونه وژلے کېږي، غرونه رژېږي او بمونه او ميزائلونه جوړېږي. د اېټمي او جوهري وسلو پۀ حقله اروندتي راے داسې فکر کوي چې دا وسلې زمونږ سوچونو ته ننوځي، زمونږه اروا او عادتونو باندې اغېز کوي، زمونږ خوبونه ړنګوي – دغه وسلې، عن تر دې چې زمونږ پۀ غوښه غاښونه لګوي.

    د انساني نوغي دغه يو څو طبقو چې رياستونه ئې ولقه کښې اخستي دي، د زمکې ټول ژوند خطر سره مخامخ کړے دے. زمونږ دا تاثر چې ګواکې د رياستونو د بشپړتيا لۀ وجې رياستونه د بېلابېلو ستونزو حل لارې لټولو کښې بوخت دي نو ځکه اولس او انساني نوغي ته پام نۀ شي ګرځولے، ډېره لويه مغالطه ده. حقيقت دا دے چې دا رياستونه ستونزې زېږوي، دا د بې وزلۍ او افلاس توليدولو بې انتها غټ مشينان دي کوم چې د داسې لارو ګودرو لټولو مهارت لري چې مفلسان او بې وزله نورو بې وزلو سره ټکر کښې راولي. د جبر او استعماريت دا غټ مشينان نړيوالې رسنۍ او د علم د تخليق ادارې خپل کنټرول کښې ساتي. دوي د عسکريت او د وهمونو د دنده کوونکو پۀ مرسته دا مغالطه ومني چې ګواکې دا ټوله منافع خوري د عام اولس د ژوند ژواک د بشپړتيا د پاره کوي. د نظام، انتظام او پاليسيو ټوله بيانيه دوي پۀ خپه ولقه کښې ساتي. هم لۀ دې کبله د عام اولس او بې وسيلې او وروستو پاتې کړے شوو قامونو ټولنه، سياست او اقتصاد پۀ خپله خوښه د خپل جوع بقر د پاره کاروي. هم دا علت دے چې پاکستان او نوره نړۍ کښې د فلاحي رياست تصور کوم کښې چې د اولس د پاره درملنه او سواد ويړيا وي، پۀ وروستو لاړو.

    د اقتصاد د استحکام او انکشاف پۀ پلمه د اولس ټولې اثاثې او د فطرت ټولې وسيلې شخصي منډۍ کښې خرڅوي او لګښتونه ټول پۀ خپله خوښه ټاکي. اولسونه او قامونه د محکوميت يو شمېر پړدو کښې رانغاړي او د زمکې د سيارې ژوند لنډوي.

    کۀ هم دا اوس د نړۍ طاقتونه او د پاکستان اشرافيه پرېکړه وکړي چې جوهري او اېټمي وسلې تلف کړي او د دې لګښت غوټه کړي نو د کورونا وباء پۀ ضد د مبارزې د پاره ټولې وسيلې او د دوه اربه انسانانو د را روانو څو پېړيو د خوراک بندوبست کولے شي.

    دا پرېکړه خو لا پرېږدئ چې عېن د وباء پۀ وخت کښې دغه طبقې او د دوي جوړ کړے شوي رياستونه د انسانانو د ژوند پۀ قيمت د لا نورې منافع د ګټلو لارې ګودرې لټوي.

    زما پۀ دې خبره کلک ايمان دے چې د انسان اجتماعی دانش به کورونا وباء ته نن دے کۀ سبا، ماتې ورکړي – خو انسانان به هغه ټولو کارونو او اعمالو ته د پاې ټکے ږدي چې د څۀ لۀ کبله دا ډول خونړۍ وباګانې خورېږي – او هغه دي:

    1. بې درېغه منافع خوري
    2. د عسکريت تجارتي کنټرول، او
    3. د وهمونو دنده

    خوشحال خان خټک

    د “غواص” د کال وباء

    د “غواص” د کال وبا
    اکوړ خېل مې پۀ کښې ومړل
    بخت ناک خان مې پۀ کښې ومړ
    يو هلک ئې ؤ را پاتې
    چا ته ژاړم لۀ دې غمه
    لور پۀ لور پۀ دا لمبو کښې
    تر دکنه تر کابله
    پۀ لکهونو عالم ومړ
    اول قحط بيا وباء وه
    “سرفراز” د “سعادت” ؤ
    هم حافظ د درست قران ؤ
    د ښکار سپے ئې ؤ ساتلے
    لاس ئې ور وړ بې خبره
    دے ئې وچيچۀ پۀ لاسو
    پۀ دا کال لۀ ما قضا کړ
    کال “حصغ” شو، وباء لاړه
    بارانونه دي، ورېږي
    نۀ تل غم وي نۀ ښادي وي
    پۀ هر حال شکر بايدۀ دے
    اوس څۀ غم د “عالمګير” دے
    د وباء غوندې زور ورک شوے
    يو “خوشحال” دا دعا نۀ کړه
    خداے ئې مۀ راوله بيا
    لوے، هلک، مرد و نسا
    مور ئې هم بوته قضا
    ورپسې شۀ زر فنا
    سود مې کوم دے د ژړا
    عالَم پروت پۀ واوېلا
    را خوره شوه دا بلا
    چې ښارونه شول صحرا
    پۀ هر لوري وه غوغا
    ښۀ نمسے مې ؤ زېبا
    هم پۀ خط ؤ بې همتا
    لېونے شو بې غوغا
    چې ګاڼۀ ئې خپل اشنا
    لا علاج شو لا دوا
    پۀ ارمان ارمان جدا
    هم عسرت کړه راته شا
    وداني شوه پۀ دنيا
    وار پۀ وار وي هغه دا
    چې بد تره نۀ شي لا
    چې عالَم ئې کړو رسوا
    بل يو ښۀ شوے را پېدا
    درست جهان کا دا دعا

    اجابت به ئې زر وشي
    کۀ د خداے وي پرې رضا

    غواص 1097هـ / 1686ء

    حصغ 1098هـ / 1687ء

     

  • of سپي – ارشاد پښتون

     

     

    سپے يو داسې ځناور دے چې د ژوند ډېر اړخونه او حوالې لري. پۀ بده هم ياد دے او پۀ ښه هم – د بد کار نه بد نام ډېر دے او احمد دين طالب وئيلي دي چې بد کار ښۀ يې، بد نام نۀ شې؛ ځکه چې “بد کار نۀ کړي د بد نامو جنازې”.

    سپے د جنګ پۀ حواله ياد دے خو دا سراسر بې انصافي ده؛ ګنې تاسو هره ورځ اخبار ګورئ نو د انسانانو جنګونه او مرګونه به ووينئ. د سپي لالچ هم هسې افواه او مغالطه ده ګنې د انسان لالچ ته د هېڅ چا لالچ نۀ رسي. چې ژوندے يې نو د سپي انسانيت او د انسان سپيتوب به ووينې او خبر به شې چې انسان پۀ ځان د دروغو قباګانې را خورې کړې دي. فرق دا دے چې پۀ سپي کښې نرګسيت نۀ وي او انسان کښې نرګسيت وي. کۀ د ټولو ځناورو خويونه پۀ يو چا کښې ليدل غواړو نو هغه انسان دے، ځکه خو غني خان ډېره سمه خبره کړې: “وګوره انسان ته چې بادشاه د ځناورو دے”.

    کله چې ډارون د ارتقاء خبره وکړه او وې وئيل چې د انسان او چمپېنزي يا شادو نوغے يو دے نو هغه بې تعليمه طبقه چې ټولنه ئې د خپلې دکاندارۍ ښې چلېدو د پاره بې سواده خوښه ده او غني خان ورته د شر کونې وائي، هغوي غپا شروع کړه چې تا خو د انسان مقام ښکته را غزار کړو او ډارون ورته ووئېل چې وروره! تاسو د شاتو د مچۍ نه تپوس وکړئ، هغه پۀ انسانانو دا خپله قچه ګوته هم نۀ ورکوي. اوس هم کۀ د چا شک وي نو د پرېم چند خبره به ورته وکړم – هغه وائي، پرون ما د انسان پۀ عظمت باندې ليک کولو چې زمونږ پۀ محلت کښې شور شو. قلم کاغذ مې کېښود او بهر را ووتم؛ څۀ ګورم چې يو څو کسانو يو بل ته داړې چينګې کړې دي، يو بل ته غاپي او ردې بدې وائي او خوا کښې ورسره يو څلور سپي ډېر پۀ ارام پۀ يخه شګه اودۀ وو.

    د سپي د لالچ پۀ اړه هسې چا د دروغو يوه قصه را جوړه کړې او هغه د چا خبره چې رښتيا راځي نو دروغو به کلي وران کړي وي – قصه دا ده چې يو سپي چرته د قصاب دکان کښې يوه چيرړه بيا مونده او سوچ ئې وکړو چې چرته ځان له ځاے کښې ئې پۀ قلاره او پۀ مهذبه انداز وخورم. پۀ يوه وياله تېرېدو چې اوبو کښې ئې خپل شکل وليدو. فکر ئې وکړو چې ګنې بل سپے دے نو وې غوښتل چې دغه چيرړه هم ترې واخلم او چې غپ ئې وکړو او خولۀ ئې وازه کړه نو خپله چيرړه ترې هم اوبو ته پرېوته. دا د سپو پۀ لمن د دروغو يو داغ دے او چې د سپو نه پۀ دې اړه تپوس وشي نو هغوي وائي، “نو کمنټس”. البته پۀ پښتون قام کښې دا خوي ډېر زيات دے چې پۀ بل پښتون ئې ښه ورځ نۀ پېرزو کېږي او ‘حکيمِ ملتِ افغان’ وائي:

    پښتانۀ واړه بد خوي دي کور پۀ کور کاندي غورځي
    يو چې سر کړي پۀ کښې پورته بل ئې ووهي مغزي

    د سپي بله حواله ادبي ده. کۀ د کلاسيک جديد او اولسي ادب نه د سپي ذکر وباسو نو ادب به د ډېرې ښې برخې نه محروم شي. رحمان بابا د سپي د لفظ نه هم ډېر ښۀ ښۀ شعرونه پېدا کړي لکه هغه وائي:

    عاشقان د يار تر سپو نه هم ځارېږي
    ګڼه ما د رقيبانو څۀ پروا کړه

    ګويا رحمان بابا پۀ چل چل کښې رقيبانو ته سپي وئيلي دي خو رقيبان دا هم خپل اعزاز ګڼي. خو عاشق ته لانجه هغه وخت پېدا شي چې سپے د محبوب يا محبوبې د کور نۀ وي بلکې د هغوي د ګاونډ وي؛ ځکه چې د محبوب د سپي سره عاشق پۀ څۀ چل ځان اشنا کوي. بيا هغه محبوب چې پۀ خپل عاشق خفه کېږي، هغۀ ته خبر ورکوي چې:

    ګرانه پۀ نيمه شپه را نۀ شې

    کډوالو سپي ساتلي دي و به دې خورينه

    دغه رنګ خوشحال بابا وائي چې زۀ شاعري نۀ کوم خو “لکه سپے راپسې ګرځي پۀ دمبال}، خو يو ځاے کښې رحمان بابا د سپو د زړۀ خبره کړې ده او هغه دا چې:

    سپي هم پۀ عذاب د جدايۍ د مرګي نۀ دي
    زۀ خو ګوندې ستا د کوڅې سپے شوم پۀ وېنا

    او دا وکالت د ساتلو سپو د پاره دے ځکه چې د لغړچقو يا کوڅه ډبو سپو پۀ نصيب تل وصال وي. د جدايۍ لۀ دړده هغه سپي خبر وي چې د جنګ يا تکړه کېدو پۀ خاطر تړلے شوي وي.

    اوس کۀ مونږ وګورو نو جنګي نفسيات د ښاغلي انسان پۀ دماغو کښې دي. سپي غريبانان جنګ نۀ کوي خو مونږ ئې مجبوره کړو ګنې ګرځېدے به او ديدنونه به ئې انجواے کولے!!!

    پښتانۀ پۀ دې دور کښې هم سپي او مړزان جنګوي او نور قامونه را لګي، پښتانۀ پۀ خپلو کښې جنګوي او دا د دواړو مشترک توکے دے. پۀ تړلو سره سپي تکړه کېږي نۀ بلکې د فرائيډ د وېنا مطابق “نفسياتي لېوني شي”، ځکه چې د جنسياتو پۀ ژوند کښې ډېر عمل دخل دے. تړل کۀ د سپي وي او کۀ د انسان، خرابېدل ورسره لازمي وي. خېبر هم دغه خبردارے ورکړے دے، وائي:

    تۀ چې ما د جانان سپے بولې رقيبه!
    ګورے زۀ به پۀ تړلو کښې خراب شم

    د لېوني سپي دوائي خو پاسچر جوړه کړه خو د لېوني انسان دوائي لا نۀ ده جوړه شوې، ځکه ترې ځان ساتل پکار دي. کله چې يو بې دليله انسان سره دليل کوئ نو ډېر خيال کوئ، ځکه چې دوي د دليل سره لېوني کېږي او اکثر ئې خولۀ کښې سپے تړلے وي او هوښياران وائي چې “سپے پۀ ورځ کښې لږ وخت کښې لېونے وي”. اوس کۀ څوک وائي چې انسان نۀ لېونے کېږي نو دا ټپه واورئ:

    مينې دې داسې لېونے کړم

    سوچ کښې روان ومه پۀ سپي ور وختمه

    د سپي د بوي حس تېز وي خو پۀ بوي د غلا معلومولو سنجيدګي ډېرو کمو سپو کښې وي. د دغه سنجيده سپو لۀ کبله ډېر غلۀ پۀ وېره کښې دي او پۀ ازاد مټ غلا نۀ شي کولې. کله کله فکر کوم چې زمونږ کومه قامي غلا کېږي؛ کومې اوبۀ، ځنګلونه، تېل، ګېس او معدنيات مو لوټ کېږي؛ دا به څنګه پۀ سپو معلومه کړو؟ يا کوم هدفي وژنې چې روانې دي، دا به پۀ کوم سپي معلوموو؟ کۀ داسې و نۀ کړو نو لکه د سپي د لکۍ به خوار يو. پۀ داسې حالت کښې مينه د اندېش پۀ قول “محبت پۀ کښې د سپي د لکۍ خوار دے”.

    وائي چې يورپ الباکستان له د ډېر خاص نسل سپي ورکړل چې غلۀ به ئې معلومول خو چې سپي څنګه پۀ ائير پورټ کوز شول نو دومره ئې وغپل چې مړۀ شول. سپي غريبانان خبر نۀ وو چې دلته دومره غلۀ دي چې شمار ئې نشته خو هر چا پۀ ځان د سپي څرمن راخوره کړې او ښۀ ګرم پۀ کښې پراتۀ دي. د سپي څرمن لکه چې ګرمه هم وي، ځکه چې دې کښې سوري يا مسامونه نۀ وي او هم دغه وجه ده چې سپے ګرمۍ کښې پۀ ژبه خپله ګرمي کموي.

    پۀ دې دومره ځناورو کښې سپي ته دا اعزاز تر لاسه دے چې خلاء ته ختلے دے او انسان پرې ځان ته لار هواره کړه. پۀ دې دومره ځناورو کښې د سپي پۀ سر د وفا تاج پروت دے، ګنې د غلام او چاکر قام نه خو سپے ډېر زيات ښۀ وي او غني خان پۀ دې حقله وائي چې “سر څۀ د سپي سر وي چې فدا نۀ وي پۀ قام؟”

    ژوند د انسان د پاره صرف خوراک نۀ دے ګنې دا کار خو سپے هم کولے شي – دغه رنګ سپي يو بل کار هم کړے او هغه دا چې unconditioned stimulus ئې معلوم کړے او هغه دا چې يو فطري عمل پۀ مصنوعي باندې بدلېږي – قصه داسې وشوه چې يو روسي به يو سپے وږے کړو او چې کله به ئې ورته غوښه ورکوله نو يوه ټلۍ به ئې وهله. د غوښې پۀ ليدو به د وږي سپي د خولې نه اوبۀ روانې شوې. دا عمل ئې څو وار تکرار کړو او بيا به چې روسي هسې هم ټلۍ وهله نو د سپي د خولې نه به اوبۀ تللې.

    د يو اخبار د پاره خبر دا نۀ دے چې سپي سړے وخوړ، بلکې دا دے چې “سړي سپے وخوړ” – خو پۀ چين کښې دا هډو خبر ځکه نۀ دے چې هلته سپي داسې خوړلے شي لکه دلته چې چرګان، او هم دا وجه ده چې د سپو چين ډېر زيات بدي شي – البته د مالي ګټو خوړونکي سپي چين سره د هماليې نه “بلنده” دوستي کوي. پۀ يو هډوکي دوه سپي جنګول خو به هر چا اورېدلي وي، خو د “سپي پېک” پۀ شکل کښې مونږ د څوکيدارانو جنون عملي وليدلو.

    د سپو ډېر لوي قام دے او ډېرې قبيلې هم – لکه تازڼ، ګلډانګ، ګلټېر، السېشن او د مړزو. د يوې اندازې مطابق د دوي د شپږ زرو نه ډېر خېلونه دي. د انسانانو سره ئې عمر تېر کړے او د “اصحاب کهف” قصه خو مشهوره ده. د سپي غوره ځاے د قصاب تخت دے او ممکنه ده خوښ سړے ئې قصاب وي!!!

    خوشحال خټک به هم چې پښتنو ته وقهرېدو نو وئيل به ئې:

    پښتانۀ پۀ عقل پوهه چې ناکس دي
    کوټه سپي د قصابانو د جوس دي

    کوټه سپي يا ډوډي غپ اخري درجه پاتې سپي وي ځکه چې دا نۀ ښکار کوي نۀ جنګ او نۀ ئې څۀ بل مقصد شته، لکه خوشحال تازي سپي هم ستائيلي:

    د مېدان هوسۍ يو يو تازے نيسي
    ډوډي غپ پۀ کلي ډېر ګرځي اَنعام

    هم پۀ دې خبرو د اورنګ او د خوشحال د سپي او د فقير وه – چې کله خوشحال ته پته ولګېده چې پښتانۀ هسې د سپي لکۍ دي، کۀ شل کاله ئې پۀ نچه کښې بندې کړې نو هم نۀ نېغېږي، نو وې وئيل:

    مغل بې قدره پښتون بې ننګه توبه لۀ تورې، توبه لۀ جنګه

    دا ټولنه ډېره ډډ او ګنده ده او د انسان پۀ شکل کښې څۀ بل څۀ پېدا کوي چې د انسانيت پۀ لمن داغ وي او د ځيني ځينې چا پۀ وجه به هم د سپي دم زده کوې هم. پۀ دې ټولنه کښې د انسانيت تبليغ پکار دے؛ پۀ دې لار کښې سختې وي خو وائي “کاروان روان وي او سپي غاپي”. دا خبره چې هر چا کړې نو بې ځايه نۀ ده چې “ژوند د سپو راکړے شوے دے او حساب به د انسانانو ورکوو!!!”

     

  • وباء (افسانه) – ډاکټر همدرد يوسفزے

    دا پۀ ژوند کښې دوېم ځل ؤ چې د هغۀ لاسونه رپېدل.

    هغۀ ته ياد شو؛ يو ځل هغه وخت چې د ميډيکل کالج پۀ اول ورځ پۀ ډائسېکشن هال کښې د اناټومي پروفېسر سلمان سرجيکل بلېډ د يو مړي پۀ خېټه نيغ راکاږو او طالب علمانو ته ئې د مړي د اعضاء ښودلو درس ورکولو – او دوېم ځل دا نن چې هغۀ ډسپوزېبل کِټ اغوستلو نه پس دستانې لاسونه ته کولې.

    هغۀ د ښي لاس غټه ګوته پۀ ګلبز کښې دننه کړه خو د هغۀ ګوتې پۀ رپېدو شوې. هغۀ اوږدۀ اوږدۀ ساوونه واخستل. د زړۀ درزېدو د کنټرول کولو ټولې معلومې طريقې ئې زر زر وکړې خو د لاسونو د رپېدو سره سره ئې اوس نرۍ نرۍ خوله هم پۀ تندي راغله. رنګ ئې زيړ الوتے ؤ.

    پوره لس کاله وشو. هغه د زرګونو مريضانو علاج وکړو خو کله هم ورسره داسې نۀ وو شوي – دا نن ولې د هغۀ دا وېره او ترهه؟

    د هغۀ د ډیوټيانو پۀ دوران کښې څومره خلک مړه وو، نۀ چرته پۀ هغه ساهم راغلے ؤ، نۀ ئې حوصله ماتې شوې وه او نۀ چرته هغه د خپل مريض نه غافله پاتې شوے ؤ.

    د دغه لوے ښار پۀ خاموشۍ کښې د ژوند ټولې هلې ځلې پۀ ټپه ولاړې وې. ټوله نړۍ د نوې بلا پۀ پنجو کښې وه. ژوند او مرګ څنګ پۀ څنګ روان وو خو دا اول ځل ؤ د هغۀ پۀ ژوند کښې چې مرګ خونخوار هم ؤ او ظالم هم ؤ. ژوند پۀ سلګيو سلګيو د مرګ سره پۀ جنګ ؤ او مرګ د تورې بلا پۀ څير د ژوند نه خپلې تورې پنجې تاو کړې وې.

    د سرجيکل پروټکټيو کِټ د اغوستو نه وړاندې هغۀ پۀ نړۍ کښې د ژوند او مرګ د دغه جنګ تازه تصويرونه ليدلي وو چرته چې پۀ زرګونو انسانان د مرګ کومي ته تلي وو او پۀ زرګونو نور روان وو. ښار مکمل لاک ډاون شوے ؤ. هغه د کِټ اغوستو نه پس د ائيسولېشن وارډ پۀ شيشه کښې ځان ته وکتل او پروټکټيو چشمې ېې ډېر پۀ احتياط پۀ سترګو کړې. د اېن پينځۀ نوي ماسک د هغۀ پۀ مخ پورې داسې کلک نښتے ؤ لکه يوه نازبينه معشوقه چې د مودو پس خپل عاشق پورې کلکه نښتې وي او د دواړو د زړونو درزا د يوې نامعلومې وېرې سره لا پسې زياته شوې وي.

    “سر! سر!”

    د شا ته نه نرس نګينه هغۀ ته غږ کړو.

    “جي! جي سسټر! زۀ تيار يم، بس درځم. د وارډ څۀ حال دے؟”

    نګينه سسټر د اېن پينځۀ نوي نه شا ته خپلې شونډې ډېر پۀ ګرانه پرانستې او ګويا شوه،

    “سر حال سخت خراب دے! زمونږ خو پينځمه ورځ ده چې کور ته نۀ يو تلي او احمد به کور کښې پۀ ژړا ځان مړ کړے وي.”

    هغې ته خپل څلور کلن ماشوم ور ياد شو.

    ډاکټر اصغر پۀ خپلو شونډو د بې وسې مسکا راوستو يو ناکام کوشش وکړو او د وارډ طرف ته روان شو.

    لس مريضان د ژوند او مرګ پۀ بريد پۀ کټونو کښې پراتۀ وو. هغۀ د يو يو مريض د اکسيجن سيچورېشن، د ژوند علائم پۀ مانيټر کښې اندازه کړل.

    “سسټر نګينه! بِډ تهري، سېون او نائن سيجورېشن مسلسل ډراپ کېږي، دوي به وينټ ته اچوو.”

    “‎سر! مونږ سره خو في الحال وینټيلېټر دوه دي.”

    “افففف!!! دا به څۀ کوو؟”

    هغۀ ډېر پۀ محتاط انداز د مريضانو د عمرونو اندازه واخسته او بيا ئې غږ کړو،

    “بِډ تهري او سېون شفټ کوو!”

    او پۀ يو غمژن نظر ئې نهم نمبر کټ کښې پروت بابا ته وکتل. د بابا ساوونه بې واره وو. هغۀ ته خپل ماشومتوب ور ياد شو؛ خپل پلار، خپل کور، لوبې، منډې ترړې، د پلار پۀ اوږه سېلونه! هغۀ زر زر ځان د ماضي د يادونو نه د راويستلو هڅه کوله.

    پروفېسر احسان چې د دغه ائیسولېشن انچارج ؤ، حفاظتي کِټ کښې را دننه شو. د هغۀ پۀ مخ څۀ تاثرات وو، هېڅ پته نۀ لګېده؛

    “ډاکټر اصغر!” هغۀ غږ کړو.

    “جي سر! جي سر!”

    “تاسو لا بابا شفټ کړے نۀ دے؟”

    “سر وېنټ (ventilator) دوه دي او مريضان درې!!! فکر کوم چې دغه اتلس کلنه جينۍ او دوه ويشت کلن ځوان شفټ کړو. د بابا شفټ کول به کومه ګټه و نۀ لري.”

    “نه نه! نه نه ډاکټر اصغر! بابا به څنګه نۀ شفټ کوو، د بابا ژوند هم ضروري دے. تۀ دا څنګه خبره کوې؟ د بابا سيچورېشن مسلسل ډراپ کېږي، جي سي اېس ئې پينځو ته راغے.”

    “سر پليز! د بابا د بچ کېدو چانسز ډېر کم دي، مونږ بايد دغه دوه کسان بچ کړو.”

    اوکے ډاکټر اصغر! اوکے!” او ډاکټر احسان پۀ سپکو تېزو ګامونو روان شو. د هغۀ پۀ مخ د پروت ماسک لاندې کۀ هر څو د هغۀ د مخ تاثرات نۀ ښکارېدل خو د هغۀ سترګو کښې د بې وسلې جنګ کولو اذيت اوښکې اوښکې ګرځېدو.

    د بابا سيچورېشن مسلسل ډراپ کېدو او هغۀ غوښتل چې بابا هم ويڼتيلېټر ته منتقل کړي خو دغه فېصله هغۀ يک دم نۀ وه کړې؛ هغه د طب د اقدارو نه ښۀ واقف او خبر ؤ.

    هغه د نهم نمبر کټ واله بابا خوا ته لاړو. بابا چې اخري ساوونه ئې اخستل، پۀ يو غمژن نظر ډاکټر اصغر ته وکتل او بيا ئې ساوونه بې واره شول.

    دغه دوه مريضان چې وينټيلېټر ته ئې شفټ کړي وو، د هغوي حالت اوس قدرې ګزاره حال کېدو – يو د دوه ويشتو کالو ځوان هلک ؤ او بله د اتلس کالو پېغله جينۍ.

    د هغۀ لاسونه لا هغه شان رپېدل. هغه چې د وينټيلېټر د کار نه فارغ شو نو يو ځل بيا د نګينې سسټر پۀ غږ نهم نمبر کټ ته ورغلو – بابا د ژوند لوبه بائيللې وه. د هغۀ د سترګو نه دوه تړمې اوښکې د اېن پينځه نوي پۀ شا جذب شوې.

    د درېم او اووم کټ ناروغان اوس د خطرې نه بهر وو. د هغۀ د ډيوټۍ وخت ختم شوے ؤ او هغه د مريض سره د contact لۀ کبله د قرانطين خونې ته روان شو. د کور خلک د ناروغۍ نه د ساتلو د پاره هغه کور ته هم نۀ شو تللے.

    هغۀ کور ته کال ملاو کړو خو کال مسلسل بزي ؤ. پۀ انټر کام زنګ راغے؛ دا د د اېم اېس د دفتر نه کال ؤ، هغۀ فون اوچت کړو. بل طرف نه د هسپتال اېم اېس پۀ غمژنه لهجه کښې خبرې کولې،

    “ډاکټر اصغر! مونږ ستا جرأت او قربانۍ ته سلام کوو! ستا د پلار پۀ مرګ مونږ ته افسوس دے! خداې دې وبخښي!”*

    * داسې بوډۍ ساه ګانې به د ځوانانو او پېغلو د پاره دې وباء کښې قربان شوې هم وي او قربانېږي به هم – رياست پېشګي د کرونا څخه مړۀ شوو د پاره د شهيد شوشه پرېښې ده، خو کۀ د کوم سهولت د نشتوالي پۀ وجه داسې مرګونه دې وباء کښې کېږي نو څنګه چې پۀ ترهګرۍ کښې شوي مړي د رياست پۀ غاړه دي، د خپلو ذمه واريو نه د لا پرواهۍ او کوتاهۍ پۀ سبب به د دغه مريضانو قتل هم د رياست پۀ غاړه وي.

    شفيقه خپلواک

    وروستی لیک

    ګاونډيه! دا مې تا ته وروستی لیک دی

    ‎لکه لمر د وروستۍ واورې پۀ وزرو
    ‎لکه موج چې سمندر ورپسې وچ شي
    ‎لکه وچ ستونی چې بېل شي لۀ سندرو

    ګاونډيه! دا مې تا ته وروستی لیک دی

    ‎نۀ پوهېږم تۀ به ئې لولې کۀ به ئې څیرې؟
    ‎نۀ پوهېږم چې ئې توریو ته ستنېږې؟
    ‎کنه سترګې پټوې او هېڅ نۀ وینې؟
    ‎زما تل پۀ «الوداع» کښې زړۀ درېږي
    ‎وروستۍ ورځ لکه ښامار، ترې نه ‌‌‌‌‌‌ډارېږم
    ‎ځکه هر څۀ نیمه نیمه کښې پرېږدمه
    ‎ځکه پاې ته، ځکه پاې ته نۀ رسېږم
    ‎پاې زما پۀ ماشوم ذهن باندې داغ دی
    ‎د نېنځکې مات بدن مې را یادېږي
    ‎د مکتب د وروستۍ ورځې ازموینه
    ‎بیا به درس نۀ وي، مکتب به تړل کېږي
    ‎پاې وحشي دی، لکه مرګ د «انا جانې»
    ‎پاې بې رحمه، خندا ورکه لۀ ماشوم کړي
    ‎پاې تازه غوټۍ پۀ ستوني کښې زندۍ کړي
    ‎پاې د باد لۀ ذاته، وړل کړي، ورک ئې نوم کړي
    ‎خو،

    ګاونډيه! ځینې وخت پاې ملغلره
    ‎پاې پۀ اونه کښې وړه مڼه پخه کړي
    ‎پاې د زوړ کتاب قصې کړي بې اثره
    ‎پاې د نوي فکر څانګه تکه شنه کړي
    ګاونډيه! ځینې وخت پاې ته اړتیا وي
    ‎لاس چې زخم شي، ناسور ئې نۀ جوړېږي
    ‎تۀ به څو د درد چینجي پۀ پوست کښې ساتې؟
    ‎خو کۀ لاس غوڅ شي نو درد پاې ته رسېږي

    ګاونډيه! دا مې تا ته وروستی لیک دی

    ځینې وخت باید خبرې کړو تمامې
    ‎خاطرې د تاریخ غېږې ته پرې نۀ ږدو
    قصې وخورو او سندرې کړو تمامې

    ګاونډيه! دا مې تا ته وروستی لیک دی

    زۀ مې سترګې مینځم، نوې رڼا څارم
    ‎هسې نۀ ولاړ افکار مې چینجي وکړي
    ‎د دې فکر پاې دی، بل به پسې غواړم

     

  • وباء – عبدالغفور لېوال

    څۀ داسې ورځې راغلې،
    چې انسانان لۀ خپلو دواړو لاسو
    داسې وېرېږي، لکه ګورت د جلادانو کښې دوه غبرګې تورې
    چې یو د بل مسکا نه ځان پټوي
    یو بنیادم ته د هر بل بنیادم
    خولۀ داسې ښکاري لکه توره سمڅه
    ډکه لۀ تورو بلاګانو او لۀ رویو یا شیشکو څخه
    هېڅ خوږه غېږه نشته
    هېڅ څوک لۀ بل څخه پۀ مینه مټې نۀ تاوهي
    ښارونه تش دي
    او د دښتو بیابانونو لارې ټولې بندې
    یو ناپېژانده دېو راغلی دی د چین لۀ قافه
    هره ورځ سل وګړي، زر وګړي
    تر ستوني تېر کړي، ارږمی وباسي
    او بیا د بندو دېوالو تر منځ ګونډه وهي
    دېو بختور دی،
    ښاپېرۍ د “تمدن” ورته بربنډه ناڅي
    نړیوالتوب
    بېرته پۀ شا روان دی
    نړیوالتوب
    تر کلیو څۀ، چې لا کوشنی شو د څلورو دېوالو تر بریده
    بنیادمان لۀ ساه ویستلو تښتي
    فضا دښمنه ده پۀ دې ورځو کښې
    او د حوا ابۍ بچیان لۀ هوا کرکه کوي
    ***
    څۀ داسې ورځې راغلې
    چې ګټې سر خوړلی
    او پانګه ټوله ده ژوولې د طاعون منږکو
    تاریخ لۀ ډېرې خندا
    دواړه لاسونه پر بډوډو ایښي
    لۀ سیاستوالو ئې سیاست هېر کړی
    هېواد مشران لۀ خپلو ښځو او مېړونو څخه لرې ګرځي
    څۀ بې توپیره وباء!
    هر چرته هر ځای کښې شته
    پۀ هرسړک، پر هره لاره
    او لا اوښتې ده تر هرې پولې
    نۀ چېرته تور ګوري نۀ سپین پوټکی
    نۀ ښکلې ښځه نۀ بدرنګه سړی
    نۀ مسلمان او نۀ کافر، نۀ یهودي، نۀ ګبر
    نۀ پر کعبه رحم کوي، نۀ پر مندر د هندو
    لۀ ‘روم’ نه واوښته، د چین پر دېوالۀ وخته
    او پارس ئې ټول پۀ هدیره بدل کړ
    فرعون یواځې دی پۀ ‘سپین’ هرم کښې
    لۀ خپل ټوخي، لۀ خپل پرینجي وېرېږي
    عجیبه ورځې راغلې
    هېڅ معشوقه د خپل مئین پر شونډو شونډې نۀ ږدي
    او ماشومان د خپلو مېندو غېږ کښې نۀ پټېږي
    بنیادمان د غرونو، دښتو او ځنګلونو پۀ وحشي غېږوکښې
    د خپل لرغوني ازلي یواځېتوب پۀ ارمان
    ‘عدم’ پۀ خوب کښې ویني
    ادم غنمو ته پۀ مسکو شونډو
    د هغو دوه وروڼو قصه کوي، چې
    یو د بل غېږ کښې مړۀ شول
    اوس د هابیل او قابیل شخړه نشته
    بس دواړه یو د بل لۀ ‘ساه’ څخه مري
    څه عجیبه ورځې دي
    پګړۍ ئې پرې نۀ ښودې،
    چې یو ځل بیا پۀ ګرد وهلو کنډواله کلیو کښې
    د بې پرواه ځوانانو ږیرې لوېشت کړي
    او کۀ لږ لنډې وي، نو زړۀ پرې د متروکې یخ کړي
    پګړۍ او ږیرې نیمه خوا پاتې شوې
    تر ‘وباء’ وروسته نۀ ‘جګړه’ خرڅېږي
    او نۀ هم ‘سوله’ څوک پۀ بیعه اخلي
    متروکې ټولې پۀ طاعون ککړې
    او ټوپکونه دي خوړلي د ‘وائروس’ چینجیو
    هغه ځانبولی پاچا لاړ، پۀ سینګارتون کښې پټ شو
    مرګ پۀ خندا دی، لۀ هستۍ ئې جوړه کړې ټوقه
    څۀ داسې ورځې راغلې،
    چې د ژوندون معنٰي ئې ورکه کړه
    لۀ هروګړي.
    داسې وباء راغلله
    چې ماشومان نۀ وژني،
    ښائي د دې لپاره
    چې دوي رښتیني دي، سیاست نۀ کوي
    ښائي د دې لپاره
    چې دوي سپېځلي دي پۀ دین لا تجارت نۀ کوي*

    ج
    د 1398 کال وروستۍ ورځ

    * د ښاغلي عبدالغفور لېوال دا نظم پۀ دې اوسنۍ وباء (COVID-19) زمونږ تر نظره تېر شوے وړومبے پښتو تخليق دے. يو شمېر ټپې، حکايتونه او لطيفې د دې وباء پۀ اړه د پښتنو د فکري ردعمل د بېلګو پۀ توګه زمونږ مخې ته راغلي دي. د ژوندو قامونو ژبه پۀ داسې حالاتو کښې بلها پنګه زېږوي، اولسي قبوليت حاصلوي او د تاريخ برخه جوړېږي. د دې نظم سره، پۀ هم دې سرليک د ډاکټر همدرد يوسفزي ليکلې افسانه او د ښاغلي رحمت شاه سائل نظم هم د دې ګڼې برخه ده. پښتو به نور هم ډېر ژوندے او اغېزمن ادب وزېږوي.

    دې نظم کښې اخرۍ کرښې چې د ماشومانو د وائرس نه د نۀ متاثره کېدو لامل سياست نۀ کول او پۀ دين تجارت نۀ کول ښائي، مونږ يوه شاعرانه انګېرنه او دپلوماتيک اپروچ ګڼو او د طبي اصولو او سياسي مفکورې پۀ بنياد دغه کرښو سره اختلاف لرو. سياست نۀ کول پۀ خپل ځاے يوه “بېن الافغان وباء” او پۀ دين تجارت کول يو “بېن الاقوام ناسور” دے.

     

  • پښتو قامي شاعري، ادب اوخدائي خدمتګار تحريک – فېصل فاران

    باچا خان خپل ملګري فضل الرحيم ساقي صاحب ته يو خط دېرشمه مۍ نولس سوه اووۀ اويايم (1977) کښې دا خبره تکراروي چې،

    “ما خپلو تعليم يافته ملګرو ته دا خبره څو ځله وکړه چې تاسو چې د پښتو کوم خدمت کوئ چې دې سره سره د دې متعلق ليکل هم کوئ؛ پۀ دې شان به زمونږ د دې تحريک تاريخ هم جوړ شي او د پښتو ژبې خدمت به هم وشي. لکه څنګه چې ساقي صاحب پۀ دې لار کښې کوشش کړے دے، کۀ دغه شان زمونږه نورو ملګرو اديبانو هم کوشش کړے وے يا وکړي نو دې سره به پښتو ژبه ترقي وکړي او دا د پښتو او د پښتنو لوے خدمت دے.”

    فضل الرحيم ساقي،”ژوندون”، پېښور، سپين زر پرنټرز، 1979، مخ8

    دغسې خپل کتاب زما “ژوند او جدوجهد” کښې ليکي چې:

    دنيا کښې هېڅ قوم بغېر د خپلې ژبې نه ترقي نۀ شي کولے او پۀ هغوي کښې علوم او فنون پېدا کېدے نۀ شي. ما دا اراده کړې ده چې ضرور به يوه رساله پۀ پښتو کښې د خپل قوم د پوهولو د پاره جاري کوم او د دې کوشش به هم کوم چې )انجمن اصلاح الافاغنه( خپله ژبه کښې د ابتدائي تعليم انتظام وکړي. حقيقت دا دے چې دغه وخت پۀ پښتو ژبه کښې هېڅ هم نۀ وو. نۀ پښتو د چا ياده وه او پښتون قوم دومره ناپوهه او نادانه ؤ چې خپله دا ژبه به ورته سپکه ښکارېده او چې کوم قوم ته خپله ژبه سپکه شي نو هغه سپک شي او چې خپله ژبه ترې ورکه شي نو ورک شي. د راتلو سره ما دا دواړه خبرې انجمن ته پېش کړې. انجمن دې خبرو سره خو اتفاق وکړو خو د مالي مشکلاتو پۀ وجه ئې پرې عملي قدم فوراً اخستلے نۀ شو. د رسالې ذمه واري ما پۀ خپل سر واخسته او عبدالاکبر او عبدالله شاه ته دا خبره حواله شوه چې اجازت نامه واخلي نو منځ کښې درې کاله تېر شو او هغوي اجازت نامې د پاره درخواست قدرې هم و نۀ کړے شو. زۀ پوهه شوم چې بغېر زما نه دا کار نۀ شي کېدے او د 1927ز پۀ اخر کښې ما دې کار ته خپله ملا وتړله.”

    خان عبدالغفار خان، زما ژوند او جدوجهد، پېښور، باچا خان ټرسټ رېسرچ سنټر، 2012، مخ 280

    يعني 1924ز کښې باچا خان د “پښتون” جريدې تابيا کړې وه نو د انجمن د مالي مسئلو او ملګرو د ځنډ لۀ کبله دا څلور کاله وځنډېده خو دې دوران کښې به باچا خان مجلې کتلې او ورسره به تماس کښې ؤ. کله چې الله بخش يوسفي 1925ز کښې مياشتيزه “سرحد” اردو رساله خپره کړه چې پۀ کښې به پښتو برخه هم وه، نو پۀ کښې د باچا خان دا پېغام هم ؤ.

    “شکر دے چې دې بدبخت او بدقسمت ملک کښې يوه رساله خو جاري شوه. تا له دې الله تعالٰي د دې خدمت د پوره کولو او پۀ ښۀ شان د خپل قوم د خورو ورو ټکړو د يو ځاے کولو همت درکړي.

    پۀ حواله ‘پۀ سرحدي صوبه کښې د صحافتي او ادبي مجلو روايت’/ ډاکټر همايون هما، مخ 43

    پښتونخوا لر و بر کښې د “پښتون” مجلې نه وړاندې ځينې جريدې خپرې شوې وې. وړومبۍ مجله د “اسلام” پۀ نامه د مردان عبدالغفار پشاوري 1854ز کښې د سيدو بابا پۀ مرسته مذهبي ترويج د پاره فارسي او اردو کښې جاري کړې وه چې پۀ کښې به پښتو هم وه. دوېمه مجله پېښور نه چرچ مشنري 1857ز اردو، فارسي کښې خپره کړې وه، دا هفت روزه مجله وه، مدير ئې د ډپټي کمشنر پېښور يو پنشني قاضي طلا محمد ؤ. دوېمه مجله مولوي نصيراحمد1888ز کښې د “پيامِ حق” پۀ نامه قلمي جاري کړې وه. دا پۀ فارسي، پښتو کښې يوه مذهبي رساله وه. څلورمه مجله 1889ز د هندوانو مذهبي تنظيم د “بهرتري” پۀ نامه اردو کښې جاري کړې وه. پينځمه رساله 1892ز کښې د “انجمن حمايت الاسلام” پۀ نامه خپره کړې وه. شپږمه رساله 1902ز کښې بنو چرچ مشنري د “تحفه سرحد” پۀ نامه اووۀ ورځنۍ پۀ اردو کښې د “الاخلاق” پۀ نامه خپره کړې وه. اتمه رساله 1905ز کښې هندوانو “دي فرنټئير اېډوکېټ” پۀ اردوکښې جاري کړې وه. نهمه رساله 1909ز کښې د بابړې مشهور مسلم ليګي سيد مهدي شاه د “يار شاطر” پۀ نامه اردو کښې ادبي علمي حواله باندې جاري کړې وه. يوولسمه رساله اېبټ اباد نه اووۀ ورځنۍ “اېډورډ ګزټ” محمد لطيف 1911ز کښې جاري کړې وه. دولسمه رساله جنوري 1914ز کښې “سراج الاخبار” محمود طرزي فارسۍ کښې جاري کړې وه چې وروستو پۀ کښې د پښتو برخه د “قومي ادب” پۀ نامه يو کالم به مولوي صالح کندهاري يا غلام محي الدين افغان ليکلو. ديارلسمه د پېښور پوهنتون د انګرېزۍ مجله “خېبر” اخبار ؤ. پۀ دغه کال اېډورډز کالج هم خپله مجله طالب علمانو د پاره “کرانيکل” خپره کړه. پۀ 1923ز د څمرکنډ مجاهدينو هم يوه مجله د “المجاهدين” پۀ نامه ويستې وه چې مولوي محمد بشير ئې مدير ؤ. پينځلسمه مجله “طلوع افغان” جولائي 1921ز کښې د مولوي صالح کندهاري پۀ فارسۍ او پښتوکښې اووۀ ورځنۍ مجله وه. شپاړسمه مجله د مردان د شېخ عبدالرحمان “المست” رساله اردو ژبه کښې وه. هم پۀ دغه کال 1924ز کښې د “فرنټئير کلرک” او “رائفل مېن” پۀ نامه انګرېزۍ ژبه کښې سرکاري رسالې هم چاپ شوې او د ديوان بهوګارام د ډېرو اردو رساله “دلچسپ” او د مرزا فهيم بيګ چغتائي رساله “هاتف” هم اردو کښې چاپ کېدې. پۀ 1925ز کښې د ميا ازاد ګل کاکا خېل رساله اردو کښې مياشتنۍ “افغان” خوره شوه. دا يوه مذهبي روحاني رساله وه چې پۀ کښې پښتو برخه هم وه. پۀ 1925ز کښې دوه ويشتمه رساله “سرحد” الله بخش يوسفي پۀ اردو کښې جاري کړه چې پۀ کښې څۀ پښتو برخه هم وه.

    نو دا وو د “پښتون” مجلې نه مخکښې صوبه سرحد کښې سابقه د صحافت او د پښتو ادبي ليک لوست صورتحال؛ ځکه باچا خان خپل کتاب “زما ژوند او جدوجهد” کښې ليکلي دي:

    حقيقت دا دے چې دغه وخت پۀ پښتو کښې هېڅ هم نۀ وو. نۀ پښتو چا ته ياده وه او پښتون قوم خو دومره ناپوهه او نادانه ؤ چې دا خپله ژبه ورته سپکه ښکارېده او چې کوم قوم ته خپله ژبه سپکه شي هغه خپله سپک شي.

    “زما ژوند او جدوجهد”، مخ 263

    “پښتون” رساله د پښتنو پۀ ملک کښې وړومبۍ رساله وه چې دې نه وړاندې ټولې رسالې اردو، پښتو يا فارسي پښتو دوه ژبې رسالې وې، ځکه استاد حبيب الله رفيع خپل اثر “پښتو خپرونې” کښې ليکي چې:

    پۀ وړومبي ځل د پېښور “افغان” جريده کښې يوولس کاله خواوشا د پښتو برخه پېدا کېږي او بيا ئې نورو جريدو مجلو لکه “افغان” مجله، “سرحد” مجله کښې د پښتو برخې راځي خو چې 1928ز کال کښې باچا خان “پښتون” مجله ټوله پۀ پښتو راوباسي او بيا نو وخت پۀ وخت زياتې پښتو خپرونې خپرېږي.

    حبيب الله رفيع، “پښتو خپرونې”، کابل، دولتي مطبع، 1977، مخ 2

    علامه حبيبي پۀ دې حقله “د پښتو ادب لنډ تاريخ” کښې ليکي:

    “پښتون” رسالې پۀ پښتو کښې د ساده نثر ليکنو او اصلاحي او سياسي شعر ليکلو ور پرانست. د دې مجلې پۀ ليکلو کښې خپله خان عبدالغفارخان يو بهترين ساده نثر ليکونکے سياسي اصلاحي ليکوال ګڼل کېږي چې علاوه پۀ سياسي تاريخ د پښتو پۀ ادبي تاريخ کښې هم مهم ځاے لري.

    علامه عبدالحئ حبيبي، “د پښتو ادب لنډ تاريخ”، کندهار، علامه رشاد خپرندويه ټولنه، 2008، مخ 209

    دې رسالې سره نۀ يواځې دا چې باچا خان د پښتو ژبې د اولين اداريه نويس او کالمسټ حېثيت تر لاسه کوي، ولې د پښتو ژبې د وړومبي رپورتاژ ليکونکي پۀ توګه هم ادبي تاريخ کښې ليکلے کېږي. د پښتو دا وړومبنے رپورتاژ د ډاکټر اسرار اتل د پي اېچ ډي څېړنې لۀ مخه، کومه چې هغۀ پۀ پښتو رپورتاژ کړې ده، د “شلمې پېړۍ تهذيب او زۀ پۀ جېل خانه کښې” دے چې “پښتون” رساله کښې ټوک وار خپرېدلے او بيا “زما ژوند او جدوجهد کښې” باچا خان “د جېل قصه” پۀ سرليک پوره خپورکړے دے. ]ډېر زر به مونږ دا رپورتاژ د “باچا خان ټرسټ رېسرچ سنټر” لۀ خوا بېل کتابي شکل کښې چاپوو.[

    د “پښتون” رسالې اغېزه وه چې افغانستان کښې د فارسۍ پۀ ځاے د پښتو ليکلو لوستلو رواج پېدا شو. باچا خان خپل کتاب کښې ليکي چې نوميالي ليکوال عبدالهادي داوي چې وروستو د ظاهرشاه سرمنشي، د ملي شورا رئيس او سفير هم پاتې شوے، هغۀ ته وئيلي وو چې:

    “پښتون” اخبار نه کابل ته راغے. پۀ قوميت )ملت( چې به کوم مضمونونه ليکلي شوي وو نو هغه به هغوي لوستل او د افغانستان پۀ خلکو کښې هم د پښتو طرف ته رغبت زيات شو او پۀ امان الله خو ئې دومره اثر وشو چې هغۀ اعلان وکړو چې خلکو له پکار دي چې پښتو زده کړي، درې کاله پس به دې ملک کښې پښتو تعليمي او سرکاري ژبه وي. عبدالهادي خان دا هم وائي چې د يوې رسالې بناء مو وکړه، د هغې نوم مو هم “پښتون” کېښودو خو امان الله خان راته ووې چې د پښتنو به بس دغه يو “پښتون” وي؛ نو ما بيا هغې خپلې رسالې له “د پښتنو ژغ” نوم کېښودو.

    “زما ژوند او جدوجهد”، مخونه 264

    د خدائي خدمتګارتحريک نه وړاندې افغانستان کښې هم د پښتنو حالات ډېر خراب وو. باچا خان خپل کتاب کښې ليکي چې افغانستان کښې “حبيبيه” ليسې ته د معارف وزير سردار عبدالعزيز خان سره لاړم نو هلکانو ته پښتو نۀ ورتله. ما به ورته وې چې څنګه افغان يئ او څنګه د افغانستان اوسېدونکي يئ چې خپله ژبه نۀ درځي؟ دا هم ليکي چې:

    دغه شان ئې محمود طرزي صاحب چې د افغانستان وزير خارجه او ډېر لائق سړے ؤ، پۀ يوه لويه مېلمستيا کښې چې د مهاجرينو د پاره ئې کړې وه، د ژبې بحث راغے نو يو سړي ورنه پوښتنه وکړه چې دا څنګه افغانستان دے چې افغاني پۀ کښې نشته؟ طرزي صاحب ورته ووئيل چې فارسي هم زمونږ د ملک ژبه ده نو ما ورته وئيل چې طرزي صاحب! پښتو هم د افغانستان ملي ژبه ده او د اکثريت ژبه ده؛ پۀ ټوله دنيا کښې د اکثريت ژبه هم سرکاري وي، هم دفتري او تعليمي وي.

    “زما ژوند او جدوجهد”، مخ 147

    بل ځاے ليکي:

    زما څۀ ملګري تاشقند ته لاړل چې اوس به مونږ سره د هند پۀ ازادولو کښې مرسته وکړي. زۀ پۀ کابل کښې څو ملګرو سره پاتې شوم. يوه ورځ امان الله خان له ملاقات لۀ تللے وم، پۀ خبرو خبرو کښې مې ورته ووې؛ ترکي درځي، فارسي درځي او نورې ژبې هم درځي نو خپله ژبه نۀ درځي؟ زما خبرې پۀ هغۀ ډېراثر وکړو او وعده ئې را سره وکړه چې زده کوم به ئې. کله چې لۀ افغانستانه وويستلے شو نو زۀ بمبۍ کښې د دۀ ليدو له ورغلم نو هلته ئې ما سره پښتو کښې خبرې وکړې.

    “زما ژوند او جدوجهد”، مخ 146

    دا ؤ لر و بر کښې د پښتو ژبې صورتحال چې کله “انجمن اصلاح الافاغنه” “خدائي خدمتګار تحريک” نۀ ؤ شروع شوے. د استاد صديقي روهي د سوچ مطابق د پښتونخوا د نوي معاصر ادب پېل د “افغان” جريدې نه کېږي. ښاغلے استاد ليکي:

    د پښتو معاصرادب پۀ لره پښتونخوا کښې د 1910ز کال خوا و شا د “افغان” جريدې پۀ خپرېدلو سره پېلېږي. پۀ دغه جريده کښې د پښتو ادب نوي ژانرونه باب شول.

    صديق روهي، “د پښتو ادبياتو تاريخ”، دوېم ټوک، مخ 50

    وړومبۍ خبره دا ده چې جريده “افغان” 1910ز کښې نۀ 1909ز کښې اووۀ ورځنۍ پېل شوې وه او بيا ورځپاڼه وه. تر 1915ز پورې وچلېده. دا جريده د شېدو کلي نوښار سيد عبدالله شاه خپروله چې د سيد انوارالحق جېلاني مشر ورور ؤ. هغۀ 1903ز کښې اردو مياشتيزه اخبار “الاخلاق” هم چلولے ؤ. در حقيقت د دې مجلو او ورځپاڼو مقصد به فرقه واريت او سرحدي صوبه کښې د اردو ژبې د ترويج انتظام ؤ چې اردو دلته هم پښتانۀ د لېنګا فرانکا (Lingua Franca) پۀ توګه ومني او د مسلمانانو فرقه وارانه ژبه شي، د هندوانو مقابله پرې وشي. د دې لوي ثبوت دا دے چې د “افغان” جريدي ناشر د بابړې سيد مهدي شاه باچا ؤ لکه څنګه چې ډاکټر همايون هما ليکي:

    پۀ کال 1909ز کښې سيد عبدالله شاه د اردو پښتو يوه اووۀ ورځنۍ مجله د “افغان” پۀ نوم جاري کړه. د بابړې هشنغر سيد مهدي علي شاه د “افغان” ناشر ؤ.

    “سرحدي صوبه کښې د صحافتي او ادبي مجلو روايت”، مخ 33

    د دې سيد مهدي شاه باچا د بابړې حقيقت خدائي خدمتګار احمد کاکا خپل کتاب “خدائي خدمتګارتحريک” کښې داسې ښودلے دے:

    بابڑه سکول کے استاد فضل الٰہی نے گاؤں کے ايک بڑے آدمى جس کا نام مہدى شاه باچا تها، سے ميرى شکايت کى جو فرنگيوں کا ساتهى تها کہ احمد اپنے ساتھ بہت سارے لڑکوں کو اتمانزئ آزاد اسلاميہ ہائى سکول لے کر گيا ہے،جس کى وجہ سے ميرا سکول خالى ہوگيا ہے،اس لڑکے کا کوئى بندوبست ہونا چاہئے۔مہدى شاه نے تهانيدارسے ميرى گرفتارى کے لئے کہا تها۔ تهانيدار نے کہا کہ پہلے لڑکوں کے والدين سے کہو کہ شکايت کريں کہ احمد ہمارے بچون کو زبردستى لے کر گياہے۔ مہدى شاه باچا نے گل باز کار پينٹر اور عزيز محمد بٹيار سميت دوسرے لڑکوں کے والدين کو بلايا اور ان سے کہا کہ يہ بيان دو کہ احمد ہمارے لڑکوں کو زبردستى لے کرگيا ہے۔

    بحوالہ خدائى خدمتگارى تحريک، ترجمہ قاسم جان، صفحہ20

    دې نه اندازه کېدې شي چې د جريده “افغان” شا ته څوک وو او دا د کوم مقصد او مطلب د پاره خپرېده!!! خو زما پۀ اند د پښتو د نوي قامي او حقيقت پسند ادب پېل 1921ز نه د “انجمن اصلاح الافاغنه” نه کېږي. “انجمن اصلاح الافاغنه” او ازاد اسلاميه سکولونو چې د سياست اواصلاح پۀ بنياد پښتنه ټولنه کښې کوم پاڅون ته مخه کړې وه چې د هغې پائيله د ټولنې سره سره شعر و ادب کښې هم پۀ يو نوي بدلون څرګنده شوه. د انجمن اصلاح الافاغنه د انتظام لاندې دغه ازادې اسلاميه مدرسې جوړې شوې وې. احمد کاکا ليکي چې دې کښې به قران، احاديث، فقه، تاريخ اسلام، عربي، اردو، انګرېزي مضامينو سره سره د درزيتوب، ترکاڼۍ، کلاه سازۍ او د جولاګرۍ هنرونه هم ښودلے کېدل. د غريبانو او يتيمانو ماشومانو فيسونه به معاف وو او ورسره به د دوي مالي امداد هم کېدو. د دغه مدرسو خلاف به مليانو دا مشهوره سندره وئيله چې:

    سبق د مدرسې وئ

    د پاره د پېسې وئ

    جنت کښې به ئې ځاے نۀ وي

    دوزخ کښې به غوپې وئ

    د دې لوبې پۀ ترڅ کښې د سکول هلکانو دا لوبه جوړه کړې وه:

    چڼے دے چرچڼے دے

    پۀ ترخ کښې سيپاره ګرځئ

    کونه بوساړه ګرځئ

    د انجمن کليزه مشاعرې بې حده مشهورې شوې چې پۀ کښې به طرحي مشاعره او ډرامه پېش کېده. د مشاعرې 1923ز نه پېل شوې وې خو د ټولو رېکارډ نشته، د وړومبيو درېو مشاعرو طرحې عبدالاکبرخان اکبر کېښودې وې:

    1. کۀ زلمي چرې پۀ خپل وطن قربان شي
    2. کۀ دې خيال د ازادۍ د خپل وطن وي
    3. جنګ د ازادۍ لۀ پښتانۀ زلمي وتلي دي

    د يوې مشاعرې طرحه د مخفي صاحب مصرعه وه – “کۀ خازې شنې مې پۀ قبر وي ولاړې” – چې پۀ دې غني خان خپله مشهوره قطعه ليکلې ده. دغسې يوه مشاعره اپرېل 1943ز کښې نمک منډۍ کښې شوې وه چې طرحه ئې دا وه “پۀ کابل او پېښورکښې افغان يو دے” – پۀ دې طرحه د مسلم ليګي وکيل ميا غلام صديق د بدرښو چې د سيد رسول رسا تربور ؤ، دا شعر بېخي مشهور شوے دے.

    د خېبر دره خو لار د تلو راتلو ده

    پۀ سرحد او پۀ کابل کښې افغان يو دے

    دغسې د يوې مشاعرې حال د ډاکټر شېر زمان طائزي پۀ حواله پروفېسر اسير منګل ليکلے چې شاهي باغ کښې شوې وه. صدارت ئې عبدالصمد خان اڅکزي کړے ؤ، طرحه ئې وه “ملا د همت مو ده تړلې باچا خان پسې” – دغه مقابله محمد دين مقيد ګټلې وه. د دې نه اندازه کېدې شي چې دا مشاعرې څومره باضابطه وې او دې څومره تر لرې لرې د هر مکتب فکر خلکو کښې اثر پرېښے ؤ!!! نو دې صورتحال کښې دا بيان چې خدائي خدمتګارتحريک ادبي حېثيت نۀ لرلو، خپله يوه سواليه نخښه ګرځي.

    1928ز نه پس، کله چې “انجمن اصلاح الافاغنه” د “خدائي خدمتګار تحريک” پۀ صورت کښې وغزېدو نو هم دې تحريک ځان سره هغه شاعران هم را پېدا کړل چې ورته روماني شاعران وئيلے شي: لکه سيد رسول رسا، فضل حق شېدا، سمندر خان سمندر، عبدالله جان اسير – وروستو دا شاعران چې “پښتون” جريدې کښې ئې پۀ باچا خان او د تحريک پۀ حواله نظمونه شتون لري، مسلم ليګ ته لاړل.

    نوميالي روماني شاعران عبدالرحيم مجذوب چې پۀ باچا خان ئې شاهکار نظم “د رمې شپونکيه څۀ شوې؟” ليکلے دے او اشرف مفتون هم د دې تحريک فکري پېداوښت ؤ؛ اشرف مفتون د خپل ژوند وروستۍ مرکه چې “چغه” مجله کراچۍ کښې خپره شوې ده، وائي چې زما د خوښې کسان مهاتمابدهـ او باچا خان دي. اشرف مفتون د قومي تحريک سره د وفادارۍ پۀ بنياد د رېډيو پاکستان د لوړې څوکۍ نه د بهټو رژيم پۀ وخت استعفٰي هم ورکړې وه. غالباً د دې وېنا ضرورت نشته چې د غني خان او اجمل خټک غوندې روماني او انقلابي شاعران هم د قامي تحريک سره تعلق لري. هم دغه حال د عاصي هشنغري او رحمت شاه سائل دے چې پښتو روماني شاعري پرې زړو معنيو کښې روايتاً سر ته رسېږي.

    دغه حال د امير حمزه شينواري دے چې خپل ژوند ليک “نقش حيات” او “داستان اميرحمزه” مؤلف خاطر غزنوي کښې ئې د باچا خان ځاے پۀ ځاے ستائينه کړې ده او د هغۀ پۀ سر ئې پاکستاني ليکوالانو سره خولۀ هم وهلې ده.

    د امير حمزه شينواري د قاميت مفکوره هم دراصل د خدائي خدمتګار تحريک اغېزه ده او د هغۀ سياسي ژوند چې د مسلم ليګ سره ؤ، د دې بېخي تضاد دے. دا هم ځکه د هغۀ پۀ کتابونو “نوې څپې” )ناول( او “نوے پښتون” )يونليک( باندې د پاکستان سرکار بندېزونه هم لګولي وو. دغه بندېزونه د ارباب سکندر خان خليل د ګورنرۍ دوران کښې ختم شول خو د نېشنل عوامي پارټۍ حکومت نه پس يو ځل بيا بهټو رژيم دغه کتابونه ضبط کړي وو. د ناول “نوې څپې” انتساب د منحرف خدائي خدمتګار بېرسټر ثمين جان پۀ نامه باندې دے. د دې ناول خاکه هم هغۀ ورکړې وه او دې ناول کښې حمزه شينواري مستقبل د محمد علي جناح د نظريې پۀ ځاے د باچا خان د مفکوري ښودلے دے کومه چې هغه د لر او بر پښتون وحدت د پر چار پۀ صورت خپله شاعرۍ کښې او خپلې مقالې “اسلام او قوميت” کښې هم پۀ ګوته کوي.

    ډرامه “درې يتيمان” چې 1927ز کليزه مشاعره کښې وړاندې شوې وه، د دې متعلق عبدالخالق خليق ليکي:

    پۀ دې ډرامه کښې حکومتي نظام باندې داسې تنقيد شوے ؤ چې د هر سړي پۀ زړۀ کښې د انګرېزي حکومت نه نفرت پېدا شو. دغه ورځ باندې سر صاحبزاده عبدالقيوم خان عمرزو کښې د خان بهادر سعدالله خان سره د خان صاحب مولوي سعيد الدين جوډيشل کمشنر مېلمه ؤ. د ډرامې صفت ئې واورېدو نو مازيګر اتمانزو له درې واړه راغلل او د دې ډرامې ليدو خواهش ئې وکړو. باچا خان فوراً د سکول هلکان را جمع کړل او دغه ډرامه ئې ورته بيا سټېج کړه. سر عبدالقيوم او مولوي سعيد الدين ډېر متاثر شول. بيا سر عبدالقيوم خان د نظمونو اورېدو خواهش وکړو. باچا خان هغه نظمونه را وغوښتل او چا ورته واورول. سر عبدالقيوم خان ګهبراو غوندې شو. وې باچا خان! تاسو ډېر زړۀ ور خلک يئ، تاسو وېرېږئ نۀ چې د داسې خيالاتو اظهار کوئ؟ باچا خان وخندل، وې زمونږ زړۀ نه د انګرېز وېره وتلې ده، صرف د يو خداے وېره پاتې ده.

    عبدالخالق خليق،”دازادۍ جنګ”، پېښور، اداره اشاعت سرحد، 1972، مخ 43

    داسې ښکاري سر عبدالقيوم خان او خان صاحب مولوي سعيد الدين د انجمن د دې کار ګزارۍ پوره پوره جاج اخستلو د پاره راغلي وو چې اندازه ئې ولګوي او د انګرېز استعمار سره پرې خبرې وکړي، ځکه چې صاحبزاده ډېر ځيرک بنيادم ؤ او د اپريدو او انګرېزانو يوه لويه شخړه هم هغۀ پۀ خپل حکمت هواره کړې وه او خطاب ئې پرې موندلے ؤ.

    “پښتون” رسالې افسانې ته هم وده ورکړې وه. د راحت زاخېلي وړومبۍ پښتو افسانه چې 1917ز کښې ليکلې ګڼلې شي، د “پښتون” د جون 1928ز پۀ ګڼه کښې چاپ ده خو د راحت زاخېلي نه پس پښتو افسانه صحيح معنيو کښې ماسټر کريم افسانه کړه. د هغۀ افسانې “دوه خدائي خدمتګار”، “د يتيم اختر”، “بيګار”، “ړنده باچاهي”، “بي بي بله خړۍ” او “د قربانۍ ګډورے” هم “پښتون” کښې خپرې شوې دي. د خليق او اکبر د ډرامو نه علاوه د رضا مهمندي ډرامې “شيشکه”، “منزل”؛ د ډاکټر افضل “اېغې نېغې” هم شاملې دي. پښتو ادب ته تکل هم “پښتون” رسالې راوړے، لکه “د تماکو پاڼه”، “ښۀ استاد”، “مشر”، “خپله ژبه”، “هېر به مې نۀ شي”، “سړي لۀ څومره زمکه بس ده” – دغسې طنز و مزاح کښې “پښتون” رسالې عبدالغني خان، مهدي شاه باچا او برق غوندې ليکوالان پېدا کړي دي. د خدائي خدمتګار تحريک نۀ يواځې د “پښتون” رسالې ادبي حوالې باندې ډاکټر اشفاق احمد وطن يار د پي اېچ ډي ډګري “د پښتوادب پۀ ترقۍ کښې د پښتون رسالې کردار” پۀ سرليک پېښور پوهنتون نه تر لاسه کړې چې د قلندر مومند صاحب د خدائي خدمتګار تحريک د ادبي حېثيت پۀ حواله خبره دليل سره مستردوي. دا هم ځکه امير حمزه خان شينواري د خدائي خدمتګار ليکوال مهدي شاه مهدي باچا د افسانوي ټولګې “نشان” پۀ سريزه کښې ليکلي دي:

    د پښتو ادب څهره کښې سرخپوش ادب هم څۀ کم ښائست نۀ دے پېدا کړے. د پېرنګي د جابر حکومت پۀ وجه چې پۀ پښتون اولس کښې کوم رد عمل پېدا شوے ؤ او د باچا خان پۀ قيادت کښې ئې د هغوي بر خلاف کوم جهاد کړے ؤ، هغه د پښتو ادب پۀ عمارت کښې د يوې اهمې ردې حېثيت پېدا کړے. پښتو ادب ته ئې د نوو نوو تشبيهاتو او استعارو بخښنه کړې ده، ښۀ ښۀ شاعران او اديبان ئې پېدا کړي دي.

    صديق روهي، “د پښتو ادبياتو تاريخ”، دوېم ټوک، مخ 224

    محترم قلندر مومند رياض تسنيم، قېصراپريدي او پرېشان داودزي سره مرکه کښې د خدائي خدمتګار تحريک د ادبي حېثيت نه انکار پۀ دې لفظونو سره کولو چې:

    سوال: باچا خان بابا چې کوم تحريک را پورته کړے دے، اګر کۀ هغه سياسي تحريک ؤ خو ستاسو پۀ خيال دې تحريک پښتو ادب تر کومه حده متاثره کړے دے؟

    جواب: زۀ معافي غواړم، زما دې خبرې سره اتفاق نشته؛ دا زمونږ ملګري داسې وائي خو دا خبره ډېره زياته سمپلي فائي کول دي چې باچا خان تحريک شروع کړو او هغې سره ادب متاثره شو. زۀ خدائي خدمتګار تحريک ته اول ادبي تحريک نۀ وايم، کۀ څوک خدائي خدمتګارتحريک ته ادبي تحريک وائي نو زما پۀ خيال د هغې سياسي لوي والي نه انکار کوي. دا سياسي تحريک ؤ. د دغې تحريک رساله “پښتون” د جرنلزم وه، د ادب نۀ وه. دې تحريک فوکلور پېدا کړے دے . تاسو د هغې زمانې د يو شاعر نوم واخلئ! د هغې زمانې شاعر غني خان دے او هغه د دې زمانې شاعر دے. فدا عبدالمالک، فضل رحيم ساقي او شاد محمد مېږے دوي چې دي، دا عوامي شاعران دي. کوم خلک چې دا خبره کوي، پۀ هغوي دغه قسمه شاعرانو سره د محبت پۀ وجه سترګې پټې دي.

    مخکښې بيا دا هم وائي:

    دا تحريک د لوستو خلکو تحريک نه ؤ نو ځکه دې تحريک کښې داسې خلکو حصه واخسته چې هغو زمونږ اولس ته اپيل کولو او هغه د عوامي سندرو تحريک ؤ.

    پۀ حواله “قلندر مومند”، تاليف مجروح يوسفزے/ محمد زبېر حسرت، مخ 120

    سوال دا ؤ چې خدائي خدمتګار تحريک چې سياسي تحريک ؤ، خو ادب ئې څومره متاثره کړےدے؟ پوښتنه پۀ دې جوابي کړې شوه چې زۀ تحريک ادبي تحريک نۀ منم، دا سياسي تحريک ؤ! چې څوک ورته ادبي وائي غلطه کوي. بيا ئې ادب پۀ فوکلور او خاص ادب وېشلے او بيا ئې فوکلور ادب د ادب نه وباسلے، د سندرو تحريک ئې ترې جوړ کړے. مخکښې بيا دا هم وائي چې پښتوادب ترقي هله وکړه چې لوستونکي خلک زيات شول، ځکه چې کتاب خو به هغوي لوستو، ځکه چې ادب خو د لوستلو شے دے. يعني شفاهي يا اولسي ادب ادب نۀ دے او خدائي خدمتګار شاعران او ليکوالان لوستي خلک نۀ وو، ځکه تحريک پۀ پښتو ادب هېڅ اثر نۀ دے غورځولے.

    اوس دلته سوال دا پېدا کېږي چې نوشېروان اېم اے/ اېل اېل بي، مقصود خان اېل اېل بي، علي اصغر خان اېل اېل بي، قائم شاه اېډوکېټ، شېر بهادر خان بي اے، عبدالرحمان اېل اېل بي/ اېم اے، رمضان خان اېل اېل بي/ اېم اے، شېر محمد خان بي اے، عبد القدوس خان بي اېس سي، بېرسټر احمد شاه، عبد الاکبر خان، ميا اکرم شاه، محمد اکبر خادم، يحيٰي جان، ثمين جان، قاضي عطاء الله جان اېډوکېټ، عبدالقيوم سواتي اېډوکېټ، امير نواز خان جليا، عبدالخالق خليق، حافظ ادريس، س ب ب، فضل محمود مخفي، فضل رحيم ساقي، عبدالغني خان، عبدالولي خان، ماسټر کريم، ميا سيد رسول انشاء، فضل حق شېدا، الف جان خټکه، مهدي شاه باچا او کرامت شاه فولاد؛ دا ټول د خدائي خدمتګار تحريک پېداوار او د “پښتون” رسالې ليکوالان هم دي! ايا دا خلک ليکلي لوستلي نۀ وو؟؟؟

    کوثر غوريا خېل د پښتونخوا صوبې لمړي ژبپوهان د خدائي خدمتګار تحريک او نېپ سره تړون لرلو. د ولي خان د سنګر ملګرے ؤ. پۀ ژبپوهنه ئې درې ناوياته کتابونه “طوفان” 1958)ز(، “د هند اروپائي او د سامي ژبو وېشنه” 1969)ز( او “افغان يوريشائي” 1961)ز( چاپ دي. پۀ “طوفان” کتاب د رهبر تحريک د پاره دا الفاظ پۀ قلمي توګه ليک دي:

    خپل ګران او خوږ ورور عبدالولي خان ته پۀ خصوصي طور د پښتون قام د تاريخي توښې ور وړاندې کوم او ورسره دا مننه هم کوم چې زما د ژبپوهنې د فن څومره هغوي قدرکړے او زۀ ئې نمانځلے يم، دومره ما هم د خپل فن او ځان خيال نۀ دے ساتلے.

    پۀ ژبووېشنه باندې سريزه قامي ليکوال او د “پښتون” مدير لطيف وهمي ليکلې او “افغان يوريشائي” سريزه اجمل خټک ليکلې او د دې انتساب باچا خان ته پۀ دې الفاظو شوے دے:

    د هغه لوے پښتون او لوړ انسان ښاغلي خان عبدالغفار خان پۀ نوم چې زما د ملي، ذهني او فکري صلاحيتونو پلار دے.

    کوثر غورياخېل د پښتو ژبپوهنې “باوا ادم” دے. هغۀ نه مخکښې هېڅ چا دومره تفصيلي او تواتر سره د نوي علم رڼا کښې پښتو کښې پۀ ژبپوهنه کار نۀ دے کړے.

    دغسې د مهدي شاه باچا پينځۀ افسانوي مجموعې “نشان”، “د بوډۍ ټال”، “پت”، “لاله ګلونه” او “تور داغونه” چاپ دي. “مظلوم امام” ئې تاريخ، “سورة فاتحه” ئې تفسير او “روڼ سحر” ئې د نظم کتاب دے.

    د فضل الرحيم ساقي کتابونه “ژوندون”، “سپېرۀ مرګے”، “د باچا خان کفايت شعاري”، “نيم جام” او “ډک جام” )شعري مجموعې(، “د صبر جنګ”، “د ساقي خطونه”، “شهيده سکينه”، “جونګړه” او “خدائي خدمتګار” چاپ دي.

    عبدالخالق خليق د پښتو وړومبنے منظوم ژوندليک “زۀ او زما زمانه”، “د ازادۍ جنګ” )تاريخ( چاپ دي. د باچا خان استازے ميا اکبر شاه د بدرښو چې وروستو منحرف شو، د پښتو وړومبۍ نثري سفرنامه ئې “د ازادۍ تلاش” پۀ 1922ز کښې د قېد دوران کښې ليکلې وه او د سيسير کمار بوس کتاب “The Great Escape” ئې د “لويه تېښته” پۀ نامه ژباړلے دے.

    قاضي عطاء الله خان “د پښتنو تاريخ” څو جلده کښې نوې متهاډولوجي سره ليکلے دے. د ولي خان د تاريخ څلور جلده ضخيم کتاب “باچا خان او خدائي خدمتګاري”، د تحقيق پۀ حواله د مطالعه پاکستان مد کښې طوفان خېزه تحقيق دے چې هغې نه ډاکټر مبارک علي هم حوالې راخلي “رښتيا رښتيا دي”، د ماسټر کريم افسانوي او تکلي ناوياته ټولګه “ځولۍ ګلونه” خو داسې ادبي تاريخي اثار دي چې د نوي پښتو ادب بناء کېږدي – ځکه صحافت کښې هم “پښتون” نه پس دوه قسمه فکر پېدا شو: يو “پښتون قامي فکر” او بل د پښتون قام مخالف استعماري فکر – “پښتون قامي فکر” رسالې “انګار” د جليا خان، “لار” د مظفر خان، “ننګيالے” د اشرف دراني، “دوران” د همېش خليل، “خپلواک” د سېف الله خان سليم، “ژوند” د سعدالله جان برق، “غنچه” ولي محمد طوفان او مهدي شاه باچا، “رڼا” د بېرسټر باچا رسالې وې. د برخلاف او سرکاري پرچار رسالوکښې “ليکوال” د عبدالرحمان شباب، “امن” د سيد رسول رسا، “رڼا” د غلام عباس، “قند” د مردان شوګر ملز يوه غېر جانبداره رساله، “هلال نو” ډاکټر اسلم، “پښتو” د پښتو اکېډمۍ، “جمهور اسلام” د حکومت، “اسلم” د کاکاجي، “الصادقه” د نعت خوان محمد امين حاجي او “انصاف” د عبدالحليم اثر د قامي فکر برخلاف مذهبي او عوامي رسالې وې – يعني وېش نه پس هم پښتوادب و صحافت د قامي تحريک مخالفت او حق کښې تقسيم ؤ. دې نه اندازه کېدې شي چې خدائي خدمتګار تحريک څومره اغېزمن تحريک ؤ.

    د عبدالاکبرخان اکبر اتمانزو کتابونه د پښتو وړومبۍ ډرامه “تهذيب جديد تعليم جديد” 1927ز، دوېمه ډرامه “تربور” 1928ز، درېمه “خدائي خدمتګار” ډرامه 1930ز، “جونګړه” ډرامه 1945ز، “کاروان روان دے” ډرامه 1956ز – “روښانيان د مغلو تاريکيان” )تحقيق( “زمونږ نبي صلي الله علېه وسلم )تحقيق(، “اسلام او مسلمان” )مثنوي(، “سرحدات”، “مثنوي مولانا روم” )ترجمه(، د روسي ترکستان او افغانستان سفرنامه )يونليک( 1920ز، “تراخۀ خواږۀ” شعري مجموعه چاپ 1958ز ]دا مجموعه رهبر تحريک خان عبدالولي خان را غونډه کړې او چاپ کړې ده[، “ادبي پنګه” شعري مجموعه چاپ 1967ز، “د برصغير پاک و هند پۀ ازادۍ کښې د پښتنو برخه”.

    دا ذهن کښې ساتل دي چې د پښتو نوې شاعرۍ پېل د نظم برخه کښې د مولانا مخفي صاحب نه کېږي او دغه شاعرۍ کښې د روايتي شعري جيومېټرۍ پۀ ځاے مونږ نوې فني تجربې وينو. پۀ نوې شاعرۍ کښې وړومبے شاعر چې پۀ فني فکري حواله پخته او سنجيده شاعر دے، هغه عبدالاکبرخان دے؛ هغه 1920ز کښې د مولانا مخفي د شاعرۍ نه متاثره شوے ؤ. د دې اعتراف “تراخۀ خواږۀ” کتاب کښې برملا کوي خو د قامي تحريک د انقلابي او مزاحمتي شاعرۍ اسلوب کوم چې د اجمل خټک، ولي محمدخان طوفان نه تر رحمت شاه سائل او سعود بنګش پورې راغلے، دا اسلوب دا مضامين د عبدالاکبرخان اکبر د شاعرۍ ارتقائي عمل دے او د شاعرۍ پۀ حواله هم دغه لويه کارنامه د هغۀ د تنقيدي شعور بې مثله کمال دے. د پښتو شاعرۍ ماهيت دراصل هم دغه خدائي خدمتګار بدل کړے دے، ځکه ليکي:

    ما د ايران بلبل او د هندوستان پپي )پيپيا( د پښتنو د خراړې نه ځار کړې دي؛ ما د عربو د مجنون لېلا، د ايران د فرهاد شېرينۍ د پښتون د کونډې رنډې صدقه کړې دي؛ ما ته کونډه رنډه د وطن د جنت حوره ده، د پښتنو خراړه د نمر رڼا نه نۀ متاثره کېږي، نمر سپوږمۍ سره مينه عشق لري، پۀ هوا کښې ګډېږي، د سختې جفاکشۍ نخښه ده. ايراني بلبل وصياد د وېرې، بزدلۍ، ارام طلبۍ نخښه ده او د هندوستان پپي فقط شور فرياد دے.

    عبدالاکبر خان اکبر، “تراخۀ خواږۀ”، پېښور، منظور عام پرېس، مخ ک

    زمونږ اکثر شاعران د پښتنو شاعرانو څۀ چې د اردو او فارسۍ د شاعرانو داسې تقليد کوي لکه چې شاعري هم د خداے د طرفه يو نۀ بدلېدونکے مذهب وي. رحمان، حافظ، رومي، غالب وغېره خپل وخت سره ښۀ شاعران وو، د خپل ماحول ګېر چاپېره حالاتو او واقعاتو د اثر لاندې د خپلو خيالاتو اظهار ئې پۀ ښۀ شان کړے دے؛ ولې څۀ رنګ چې زمانې سره د معاشرې حالت بدلېږي، پۀ علم او خيالاتو کښې ښۀ يا بد فرق پېدا کېږي، دغسې شاعري هم بدلېږي. پۀ مونږ د تقليد دومره اثر دے چې زمونږ لوي لوي شاعران اوس هم پۀ دې فخر کوي چې د هغوي شاعري پۀ عربي عروضو کښې ده!!! عربي عروضو سره د پښتو د شاعرۍ څۀ نسبت؟

    “تراخۀ خواږۀ”، مخ ي

    دې نه اندازه کېږي چې د “انجمن اصلاح الافاغنه” او د “خدائي خدمتګار تحريک” ورکړے شعور څنګه يو ليکوال پۀ پښتو شعر و ادب کښې بدلون او حقيقت نګارۍ ته هڅولے دے. وړاندې ليکي:

    زۀ پۀ شاعرۍ فخر نۀ کوم، شاعري زما کسب نۀ دے؛ نۀ د معاش ذريعه، ما فقط د وطن د ازادۍ او د پښتنو د اصلاح پۀ غرض د سياسي حالاتو د اثر لاندې د خپل زړګي اواز پۀ داسې رنګ کښې ظاهر کړے دے چې اورېدونکو ورته شعر وئيلے دے.

    “خواږۀ تراخۀ”، مخ ل

    شاعري ښۀ شے دے خو چې قامي، ملي تعمير او د يو نصب العېن د پاره وي. شاعر د يو قام حالت بدلولو کښې لويه حصه لري خو کسبي مدح خوان قصيده ګو شاعر ناظم نۀ، او نۀ هغه ناظم شاعر چې د شاعرۍ نه ئې مذهب جوړ کړے وي او همېشه روايتي زړې لارې لټوي او هغه څۀ ليکي چې د هغې نه پۀ علم و ادب کښې نۀ څۀ زياتے کېږي او نۀ د يو قام او ملک پۀ معاشي او سياسي حالت څۀ اثر غورځولے شي. داسې شاعري هسي سرخوږے او د زړو باټانو پېښې دي.

    “خواږۀ تراخۀ”، مخ ي

    ځکه د دې حوالو پۀ بنياد مونږ د ايوب صابر دا خبره بېخي رد کوو چې د هغۀ پۀ نزد تنقيد پښتو ته اولسي ادبي جرګې راوړے. هغه “جديد پشتوادب” کښې ليکي:

    پشتوتنقيد کا ذکر کرتےہوئے میں ضمناً اس امر پر روشنی ڈال چکا ہوں کہ اس صنف سے پشتو ادب کو اولسى ادبى جرگے نے روشناس کرايا اور صرف تنقيد پر موقوف نہیں ہے، تقريباً تمام جديد اصنافِ سخن کو پشتو ادب ميں داخل کرنے کا سہرا اولسى ادبى جرگہ کے سر سجتا ہے.

    ایوب صابر، جديد پشتوادب، د اماراتو پختو ادبی ٹولنہ، ۲۰۱۶، ص114

    دې صورت کښې چې “پښتون” جريده کښې د ادبي تنقيد روايت موجود ؤ، لکه کال 1940ز کښې غني خان پۀ نظم “ما پۀ ګل کښې وموند” باندې د پروفېسر حافظ ادريس )امين افغان، امرتسر( توند او تېز عالمانه او تاريخي تنقيد او دغسې د شاعرۍ پۀ بابله د عبدالاکبر خان دا تنقيدي رويه او د دې رڼا کښې د هغۀ شاعري دا خبره بېخي ردوي چې تنقيد د اولسي ادبي جرګې کارنامه ده!!! بايد اوس ليکوالان پوهان پۀ دې حقله خپله تصحيح وکړي.

    څومره پورې چې د جديد اصنافو خبره ده، دا خبره هم بېخي غلطه ده. د پښتو وړومبۍ خاکه منحرف خدائي خدمتګار او بيا فکري طور راګرځېدلي عبدالحليم اثر افغاني 1948ز کښې د خدائي خدمتګار عبدالخالق خليق پۀ منظوم ژوندليک “زۀ او زما زمانه” باندې ليکلې ده. د پښتو د نوي تنقيد د بنيادګر حافظ ادريس متعلق اجمل خټک “قصه زما د ادبي ژوند” کښې ليکي چې ما ته هغۀ ووې چې د بابړې مستند رپورټ وليکه، زۀ نوکرۍ نه استعفٰي ورکوم، اقوام متحده ته به ځم چې دنيا پۀ دې ظلم خبر کړم. دغه وخت هغه انفارمېشن کښې د ډائرېکټر پۀ پوسټ ؤ ]مخ [195.

    لائټ ايسے (Light Essay) ته د “تکل” نامه بې شکه دوست محمد خان کامل ورکړې خو پښتو کښې تکل د هندوستان د وېش نه مخکښې ليکلے کېدو چې اولنيو نمونو کښې د خدائي خدمتګار ماسټر کريم مجموعه “ځولۍ ګلونه” کښې “د تماکو پاڼه” او دغسې د مولانا عبدالقادر تکل “ډنکوپيا” دے چې د هغۀ د مضامينو مجموعه “د فکر يون” کښې چاپ دے.

    وړومبے ازاد نظم د قيصه خوانۍ پۀ پېښه د “اتمانزي” پۀ قلمي نامه باندې کوم خدائي خدمتګار ليکوال ليکلے ؤ. پۀ دې حقله قام پاله ليکوال مفلس دراني ليکلي دي:

    پۀ “پښتون” مجله کښې د “اتمانزو” پۀ نوم يو ازاد نظم چاپ شوے ؤ چې بيا وروستو چې کله غلام قادر د “اباسين” رسالې ايډيټر ؤ، هم چاپ کړے ؤ. اګر چې پوره نظم ما ته ياد نۀ دے خو د هغې يو بند داسې ؤ:

    کۀ ډېر ئې پټ کړم

    کله پټېږي

    د ژوبل ځايه وينې بهېږي

    يه چپ شه! چپ شه! قرار وي چرته؟

    ارام وي چرته؟

    دا نظم شايد چې پۀ 1930ز کښې پۀ قصه خوانۍ کښې د ازادۍ د پتنګانو پۀ جلوس د ګولۍ چلېدو نه وروستو ليکلے شوے ؤ ځکه چې دغې سره د هر پښتون زړۀ او سترګو پۀ وينو ژړل او زۀ دا نظم د پښتو وړومبے ازاد نظم ګڼم.

    “جرس”، نظم نمبر، دوېم چاپ، کوئټه/کندهار، صحاف نشرياتي موسسه، 2018، مخ 290

    د شاعرۍ پۀ بنياد ډاکټر صاحب شاه صابر خپل ليک “خدائي خدمتګارتحريک او پښتو نظم” کښې ليکي چې زما خپل نظم د هغه نظم فکري تسلسل او تنوع دے چې د خدائي خدمتګار تحريک د هلو ځلو پۀ زانګو کښې ئې سترګې غړولي او د خدائي خدمتګارانو پۀ لاسونو کښې لوے شو. “جرس” نظم نمبر، مخ 205

    بله عجيبه خبره دا ده چې يو خوا غني خان د تحريک نه را بېل کړي، بل خوا تحريک داسې عمل ګڼي چې څنګه بنده تږے شي، اوبۀ وڅښکي، تنده ئې ماته شي. اګر کۀ تحريک داسې عمل نۀ دے؛ تحريک پۀ وقتي او اوږد-مهاله دواړو حوالو باندې کتلے کېږي. خدائي خدمتګار تحريک وقتي معروضاتو باندې هم خبرې کړي، مضامين او شاعري ئې کړې ده خو بل خوا تر اوسه د دې تحريک اغېزه پۀ پښتو ادب را روانه ده. ډرامه، تکل، افسانه، سفرنامه، رپورتاژ، مقاله، تاريخ، تنقيد، تحقيق؛ غرض هر څۀ کښې د تحريک ليکوالانو کار کړے دے نو نۀ پوهېږم چې بيا ولې سترګې پرې پټېږي؟

    د ارواښاد قلندر دغه رويه ښاغلي پروفېسر ډاکټر يار محمد مغموم هم وړاندې بوتلې ده. خپل کتاب “د ازادۍ تحريک او پښتو شاعري” کښې هغه اغېزه چې کومه “انجمن اصلاح الافاغنه” پۀ پښتو ادب کړې ده، پټولو د پاره د کتاب درېم باب “د ازادۍ جنګ او د پښتو اولسي شاعري” د 1920ز نه 1947ز پورې ځکه ټاکي چې کۀ دغه باب 1921ز نه پېل کوي نو بيا به دا د انجمن اصلاح الافاغنه پۀ نامه وي چې 1921ز کښې جوړ شوے ؤ او وړومبۍ اغېزه ئې پۀ پښتو نظم او ډرامه باندې ګرځېدلې وه. کليزه غونډه کښې به ئې د طرحې مصرعه او يوه ډرامه هرکال وړاندې کېده. اګر کۀ مجبوراً دې کښې د تحريک د شاعرانو ذکر دے چې دغه دوران يواځې سرګرم وو نو بل خوا پۀ کښې پۀ تحريک خفي تحريک تنقيد او تاريخ مسخګي هم ليدل کېږي:

    مونږ چې د سياسي ډلو طرف ته کومه اشاره کړې وه، پۀ هغوي کښې يوه ډله د خدائي خدمتګارو ډله هم يو نۀ هېرېدونکے حقيقت دے. دا تحريک يو غېر سياسي تحريک ؤ او د مذهب او پښتو پۀ بنياد ورته خلک را غونډ شوي وو چې د خپلې خاورې د پاره ئې سرونه پۀ تليو کښې ايښي وو خو وروستو ترې يو سياسي تحريک جوړ شو او انډين نېشنل کانګرس کښې ضم شو.

    “د ازادۍ تحريک او پښتو شاعري”، مخ 124

    يعني د دې دور د ټولو لوے تحريک د صوبې نورو ډلو کښې يوه ډله وه او خلک ئې د مذهب او پښتو پۀ نامه جذباتي کول خو وروستو بيا سياسي شو!!! پروفېسر صاحب د خپلې دې خبرې ترديد خپله کوي چې کله خلکو د خپلې خاورې د پاره سرونه تلو کښې ايښي وو، يو غېر سياسي تحريک کښې خلک د خاورې د پاره سرونه تلو کښې نۀ ږدي.

    د پروفېسر يار محمد مغموم ملګري ډاکټر راج ولي شاه خټک هم خپل کتاب “د پښتو ادبي تحريکونه” کښې خدائي خدمتګار تحريک ادبي حواله باندې نۀ دے راخستے، اګر کۀ د پېرروښان د متصوفانه پاڅون شاعران ئې د “پښتو ادب کښې روښاني تحريک” پۀ باب معرفي کړي. د خوشحال تحريک کښې “د خوشحال تحريک” پۀ باب نومولے دے خو خدائي خدمتګار تحريک ادبي او فکري مکتب باندې ئې سترګې پټې کړې دي. دغسې د صحافت باب کښې ئې “پښتون” رساله کښې درې کرښې او دوه کرښې حاشيه ليکلې ده.

    وېش نه پس خدائي خدمتګار تحريک پۀ جبر و تشدد وځپلے شو. ټوله مشرتابه پۀ کلونو کلونو بنديوانه پاتې شوه؛ عن تر دې چې د پښتو نامه اخستل د غدارۍ مترادف شول. نۀ يواځې دا، ولې متبادل رياستي متشدده فرقه وارانه بيانيې د پاره ټولې ممکنه لارې پکارولې شوې لکه يو خوا د پښتو اکېډمۍ جوړښت وشواو دا مولانا عبدالقادر ته حواله شوه چا چې استعماري دور کښې هم د انګرېز سرکار د پاره پرچار کولو او د مجلې “نن پرون” مشر پاتې شوے ؤ.

    ښاغلے سليم راز خپل پمفلټ “پشتو اکيډمي سے پشتو مرکز تک” کښې ليکلي دي:

    پشتواکيڈمى کابل کے رد اور ضد ميں يہاں کے پختون اديبوں کو ان سے دور رکهنے اور مختلف و مخالف انداز ميں سوچنے سمجهنے اور پختون قوم پرستى کے دائره ٔاثر سے نکالنے کيلئے بنائى گئى تهى جس کى ايک جهلک ڈاکٹر ہما کے کالم ميں بهى نظر آتى ہے کہ فرنٹئير ريجن کے وفاقى وزير کے کہنے پر اس وقت کے صوبائى گورنر (آئى آئى چندريگر) نے يہ ذمہ دارى پشتو کے ممتاز اديب سيد رسول رسا کے سپرد کى جو قبائل اور افغان امورکے محکمے ميں ڈپٹی سیکرٹرى تهے۔سيد رسول رسا نے اپنى رپورٹ ميں پشتو اکيڈمى کے قيام کو وقت کى اہم ضرورت قرارديا اور کہا کہ اس خطے کى سياسى اور ثقافتى تقاضوں کے لحاظ سے يہ اداره اہم کردار ادا کرے گا۔ کس قسم کا اہم کردار؟ يہ اس قسم کا اہم کردار ہے بلکہ ادارے کى اہميت کے حوالے سے اس سے بهى بہت زياده اہم جوکسى زمانے ميں ٹرائبل پبلسٹى آرگنائزيشن نے ادا کيا تها جس کے تحت پندره روزه ‘جمہور اسلام’ اور بعد ميں ہر ايجنسى کى سطح پر’کاروان’ (مجلہ) يہ فريضہ سرانجام دے رہے تهے جو بظاہر تو شعر و ادب کے جرائد تهے ليکن حقيقت ميں حکومتى پاليسيوں اور کارناموں کى تشہير کے ساتھ ساتھ اہلِ قلم کى ہمدردياں اور وفادارياں حاصل کرنا بلکہ خريدنا تها جسے آج کل کى اصطلاح ميں برين واشنگ کہا جاتا ہے۔

    دا حقيقت دے چې د مولانا عبدالقادر نه را واخله همېشه د اکېډمۍ مشران پۀ ذهني او فکري توګه مسلم ليګيان هم پۀ دې وجه پاتې شوي دي. سلمٰي شاهين او نصرالله جان وزير البته دوه استثائي مثالونه دي چې وروسته کښې اوس وخت کښې مشران شوي. پښتو اکېډمۍ لۀ وخته د رياستي بيانيې سره سم هوميو پېتهک ډول کتابونه چاپ کړي دي چې د ليکوالانو ذهنونه او قلمونه بې ضرره يا مداح خوان کړي. د مارکسي پوهاند ګرامچي (Antonio Gramsci) پۀ ژبه دې عمل ته د تغلب يا هيجمني (Hegemony) وئيلے شي چې رياست بې ډبه بې کوتکه خپله سرکاري ائيډيالوجي ليکوال او اولس ته د سوچ برخه وګرځوي. شاعرۍ کښې د دې غوره بېلګه د سمندر خان سمندر نظم “غازي دلبره!” دے چې د هغۀ د شعري مجموعې “ليت لار” اخري نظم دے، د ولي خان د پاره جېل ته عبدالخالق خليق لېږلے ؤ او پۀ دې نظم باندې رهبر تحريک هم د دې نغمګۍ او موضوع لۀ کبله د نخښه کړې ده. دا نظم به رېډيو نه 1948ز کښې د کشمير د غزا پۀ وخت نشر کېدو او پښتانۀ ئې لېوني کړي وو. د “غازي دلبره!” نظم شاليد کښې د مسلم ليګ رضاکار غنډه تنظيم “غازي پښتون” د ډنډا مار لوفر کردار پروت دے. قيوم خانۍ کښې دا ډول لوفران بدمعاشان پۀ صوبه را ګډ شوي وو او د کشمير د غزا نفري قوت هم دوي وو چې د هندوستان فوځ راتلو نه مخکښې ئې د کشميريانو عزتونو سره لوبې کولې او بيا پۀ تېښته را تښتېدل. د تېښتې حال ئې سکندر مرزا خپل کتاب کښې ليکلے دے چې د کشمير غزا انچارج ؤ. د “غازي پښتون” مشر د مردان د خان بهادر فتح محمد خان زوے ؤ. کله چې دوي مردان کښې د قاضي عطاء الله او شاد محمد مېږي د بې عزتۍ هڅه وکړه او بيا پۀ “سردرياب” ئې د بلوڅې تکل شروع کړو نو پۀ 24 اپرېل 1947ز د غني خان پۀ مشرۍ کښې “پښتون زلمے” جوړکړے شو. د ځينو خلکو دا غلط فهمي ده چې “پښتون زلمے” پښتونستان د پاره جوړ شوے ؤ خو داسې نۀ ده؛ دا د مسلم ليګي غنډه ګانو نه د خدائي خدمتګارانو کورونو ژغورنې د پاره جوړ کړے شوے ؤ چې مجاز ئې غني خان ؤ خو باچا خان هندوستان نه راتلو نه پس د خانه جنګۍ د اندېښنې لۀ کبله دا تنظيم پۀ غني خان منتشر کړو. د سمندر خان سمندر د نظم “غازي دلبره!” دا شاليد هم د احمد کاکا د کتاب لۀ رويه وګورئ، ليکي چې:

    خېبر بازار کښې به جلوس ووتۀ، د پېنډۍ نه به پنجابي رنډيانې قيوم شاهي راوستې وې، د هغوي پۀ سر به د سرو سپينو زرو ټوکرۍ وې، شا ته به ورپسې وزير محسود قبائلي ځوانان روان وو، غاړې ته به ئې تماچه لاس کښې ټوپک ؤ، چترالي ټوپۍ کښې به ئې ګل ټومبلے ؤ. نغارچي به اواز کولو، راشئ! د کشمير غزا ته وګورئ! دې ځوانانو هندوانو نه ښځې را وستې دي، مسلمانان ئې کړې او سرۀ سپين ئې هم وموندل؛ تاسو هم غزا وکړئ! دا وو د سمندر خان سمندر د غازي دلبر اتلان.

    سليم راز صاحب د پښتو اکېډمۍ د جوړښت پۀ بابله ليکي:

    افغانستان کى کابل ميں پشتو اکيڈمى اشاعتى مطبوعات اور اس اہم علمى و ادبى ادارے کى يہاں کے پختون قوم پرست، وطن دوست، ترقى پسند اديبوں اور شاعروں سے روابط انہيں اکيڈمى کى تقريبات مدعو کرنے کى اور ان کے افکار و نظريات کو اپنى کتابوں اور رسائل و جرائد ميں شائع کرانے يا اپنى مطبوعات ميں شامل کرنے کى پاليسى اور لر وبر پختون اديبوں کى علمى و ادبى يک جہتى اور تبادلۂ خيالات کے مواقع فراہم کرنے کے اقدامات تهے جن سے يہاں کے حکمرانوں، پختون دشمن قوتوں، حکمران طبقوں اور سامراج نواز اداروں کو بلا وجہ اور غير ضرورى خوف وخطر لاحق تها اور اس خوف کى نفسياتى بيمارى اور پختون دشمنى کى خطرى گمراہى نے انہیں بہ امر مجبورى پشتو اکيڈمى کے قيام کى ضرورت کا احساس دلايا اور غالباً یہى وجہ ہے کہ ادهر ادهر سے ڈاکٹر ہما کى بيان کرده کہانى کے ايک کردار پروفيسر محمد حسين نے جواس زمانے میں فرنٹئيرريجن کے وفاقى وزيرتهے، سابقہ صوبہ سرحد کے گورنر آئى آئى چندريگر کو پشاور يونيورسٹى میں پشتو اکيڈمى کے منصوبے پر کام کے لئے کہا؛ حالانکہ يہ کام فرنٹئير ريجن کے وزير اور گورنر کا نہيں بلکہ وزارت تعليم و ثقافت کا تها۔ (صفحہ 3)

    خو لۀ بده مرغه راز صاحب د اولسي ادبي جرګې حقيقت مونږ ته نۀ ښائي چې د هغې شا ته هم دغسې منصوبه وه. اجمل خټک ليکي:

    صنوبر حسېن کاکاجي د مومندو نه ميا جعفر شاه کاکاخېل را کوز کړو. دغه ورځو کښې د پښتو رساله حکومت نۀ ورکوله خو دۀ ته ميا صاحب اجازت ورکړو. ميا صاحب دغه وخت قيوم حکومت کښې وزير تعليم ؤ.

    “قصه زما د ادبي ژوند”، مخ 231

    هم د دغه ورځو پۀ حواله اجمل خټک دا هم ليکي چې:

    د پاکستان مسلم ليګ حکومت داسې توره شپه جوړه کړې وه چې پۀ پښتو ژبه کور کښې يا ورور يا دوست ته خط ليکل غټ جرم ګڼلے شو.

    “قصه زما د ادبي ژوند”، مخ 221

    کاکاجي مياشتيزه “اسلم” مۍ 1950ز کښې جاري کړه، ليکوالان ئې ځان ته را غونډ کړل او زر ئې “رحمان ادبي جرګه” جوړه کړه او ورپسې بيا “اولسي ادبي جرګه” جوړه شوه چې صدر ئې حمزه شينوارے )مسلم ليګ(، سېکرټري دوست محمد کامل )مسلم ليګ( او سرپرست ئې کاکاجي )کميونسټ پارټي( ؤ. اولسي ادبي جرګې کښې د نورو ګوندونو ليکوالان هم وو خو اکثريت د مسلم ليګ او کميونسټ پارټۍ خلک وو: لکه فضل حق شېدا، طاهر غازي، پير طلاء، قمر راهي، ايوب صابر، نصرالله نصر، يوسف اورکزے، اصغر لاله، افضل بنګش، قلندر مومند – دا ليکوالان بيا وروستو د ايوب خان سرکاري د پارټۍ تنظيم “ګلډ” د پاره هم يو ځاے شول چې قدرت الله شهاب جوړ کړے ؤ. د ګلډ صوبائي صدارت د پاره د يوسف اورکزي او قلندر مومند مقابله وه؛ نو اندازه کېدې شي چې “اولسي ادبي جرګه” دې مقصد د پاره جوړه شوې وه چې د پښتو ليکوالانو تربيه پۀ مترقي يا ليګي انداز کښې وي چې دلته قوم پرستو ليکوالانو لکه اجمل، سليم، وهمي، طوفان، عاصي، همېش، مراد ټولو مترقي اغيزه هم واخسته او د کاکاجي مرام پوره شو چې د قامي فکر لاره پۀ عالمي اشتمالي فکر باندې کهوټه کړي؛ ځکه د اولسي ادبي جرګې ليکوالانو د خپل وطن او خاورې پۀ ځاے د عالمي سياست هغه موضوعات خپلو نظمونو کښې زيات ژړلي او چېړلي دي کوم چې به د کميونسټ پارټۍ لائق وو؛ ولې عاصي، طوفان، اجمل او سليم غوندې باشعوره ليکوالانو تر يو حده هڅه کړې چې د خپلې خاورې خوشبو هم هېره نۀ کړي. نو پۀ مجموعي طور باندې د خدائي خدمتګار تحريک ادبي اثرات او حاصلات تتول د مياجعفر شاه مقصد ؤ چې کاکاجي ئې د مومندو نه راوستلو او رساله ئې ورله جاري کوله.

    د قوميت او اشتراکيت د دې کشمکش يو مثال ساحراپريدي خپله مرکه کښې ورکړے دے چې ټول صورتحال واضحه کوي:

    افضل بنګش به د دين خلاف خبره کوله خو ولي محمد خان طوفان به ورته شعر وئيلو:

    جهان کۀ زيړ هم د نارنج غوندې شي

    زما نشه خو پښتنه نشه ده

    يعني دکميونزم د نارنج ترشي زما د قوميت نشه نۀ شي کوزولے، کۀ ټول جهان کميونسټ شي هم.

    “خولۀ پۀ خولۀ خبرې”، پروفېسراسلم تاثير، مخ 98

    دکميونسټ پارټۍ او مسلم ليګ خپله کښې ګټهـ جوړ پخوانے ؤ. مترقي ليکوال محمد عمر خان خپل کالم نقطه نظر )چاپ ورځپاڼه ايکسپرېس( “آزادى کا ايک گمنام سپاهى انيس هاشمى” کښې ليکي:

    کميونسٹ پارٹى کو جب پورى طرح ادراک ہوگيا کہ تقسيم کا فيصلہ ہوچکا تو پهر سى آئى پى کے اعلىٰ ترين فورم میں فيصلہ کيا گيا کہ پارٹى کے کچھ ہندو کامريڈز کانگريس اور مسلم کامريڈز مسلم ليگ میں بهيجے جائیں، چنانچہ پارٹى نے انیس ہاشمى کو مسلم ليگ میں شامل کيا۔ آل انڈيا مسلم ليگ نے انہيں دہلى کے اجلاس میں صوبائی سيکرٹرى اور نواب زاده جسٹس قدير احمد کو صوبائى صدر بنوايا.

    يعني فوراً مسلم ليګ صوبائي صدر کړو. کميونسټ شاعر اسرارالحق مجاز خو پاکستان د پاره ترانه هم ليکلې وه:

    سرمائے کا سوکها جنگل اس مين سرخ شرارا

    پاکستان ہمارا

    د کميونسټ پارټۍ او مسلم ليګ ورانه د راولپنډۍ سازش کېس نه پس راغلې وه. بهر حال خدائي خدمتګار تحريک د پاره دواړه يو ډبلۍ وو. چې کله پرې سخته راغله نو بيا زر زر نېپ ته را غونډ شول چې د پښتنو قوم پرستو شا ته پټ شي خو مقصد ئې هغه ؤ، يعني ګوند باندې قبضه، کومه قيصه چې ولي خان خپل کتاب کښې د افضل بنګش پۀ حواله کړې ده. پۀ هر حال مترقيان تر دې حده کامياب شول چې د پښتو نوي ادب ابتداء د هغه اولسي ادبي جرګې نه کېږي د کومې جرګې چې ټولو نه لويه کارنامه انشائيه د پاره د تکل نامه غوره کول دي او پښتون ليکوال د پاره د نظرياتو اچار وړاندې کول دي چې تل کنفيوز وي. قلندر مومند صاحب چې د خدائي خدمتګار ادبي کردار پۀ کومه حواله د رد کولو کوشش کوي، پۀ دې حواله کميونسټ ليکوال علي سردار جعفري د هغۀ خبره رد کوي او ليکي چې:

    تحريک تنظيم اور تخليق کا باہمى رشتہ ہے۔ تحريک کسى بهى تاريخى عہدمیں ہزاروں لاکهوں انسانوں کى شعورى او غير شعورى تمناؤں اور آرزؤں کا اظہارہوتى ہے۔ يہ وقت کے تقاضوں سے پيدا ہونے والے اجتماعى احساس کا نام ہے اور يہ اجتماعى احساس، تنظيم اور تخليق کا مطالبہ کرتاهے۔ يہ احساس ترقى پسند بهى ہوسکتاہے اور رجعت پسند بهى اور ملا جلا تنظيم تحريک کى کاميابى کيلئے آسانياں فراہم کرتى ہيں اور تخليق تحريک کا حاصل ہے۔ ادبى اور فکرى تحريکوں کو دو خانوں میں تقسيم کرنا ممکن نہيں۔ ہر ادبى تحريک کے ساتھ اس کا فکرى پس منظربهى ہوتا هے اور ہر فکرى تحريک اپنا اظہار تخليقی ادب کے ذريعے سے کرتى ہے، فنون لطيفہ کے ذريعے کرتى ہے۔ جيسے اخشا اور ايلورا کى تصويريں، مجسمے مائيکل اينجلوزکى پينٹنگز، تصوف اور جئے کشى کى شاعرى اسکى روشن مثاليں ہيں۔ ميرے خيال میں يہ سوال غير ضرورى ہے کہ ترقى پسند تحريک ايک ادبى تحريک تهى جس کا ايک پہلو فکرى تها يا فکرى تحريک تهى جو ادب اور فن کى شکل میں اظہار کى متلاشى تهى۔

    يعني د قلندر مومند موقف لۀ منځه هم د هغۀ پۀ نظريه اوړي.

    خدائي خدمتګار سعادت خان جلبل ليکي:

    پۀ کال 1921ز کښې د انجمن اصلاح الافاغنه پۀ نوم جرګه جوړه شوه. دا هغه زمانه وه چې چا سياست نۀ پېژندو. د ازادۍ لفظ به چې چا واورېدو نو د هغۀ به دا خيال ؤ چې دا څوک زنانه ده. د انګرېزانو نوم چا بې اودسه اخستے نۀ شو.

    پۀ حواله مياشتنۍ “پښتو”، جون 1978ز، مخ 107

    نامتو ليکوال استاد پروفېسر وقار علي شاه کاکاخېل خپل ليک “عبدالغني خان: ژوند او خدمتونه” کښې ليکلي دي:

    انجمن اصلاح الا فاغنه د 1921ز کال د اپرېل پۀ وړومبۍ نېټه جوړ شو. د انجمن پۀ سياسي اهدافو او مقاصدو کښې د پښتنو خپلمنځي دښمنۍ ختمول، پۀ دوي کښې د اتفاق او ورورولۍ راوستل، د هر ډول اجتماعي او معاشرتي بديو ختمول او لۀ دې سره سره د پښتو ژبې او ادب ته وده او فروغ ورکول هم شامل وو. لۀ دې سره سربېره د خلکو پۀ زړونوکښې لۀ وطن سره مينه او لۀ غلامۍ څخه نفرت پېدا کول هم شامل وو.

    پۀ حواله د غني خان ياد، چاپ د افغانستان د سيمه ايزو مطالعاتو مرکز، مخ 42

    احمد کاکا خپل کتاب کښې ليکي:

    اگر ايک جانب باچا خان پختونون کى گليوں میں گهومتے اور ہر ايک بچے کو کس طرح انگلى سے پکڑکر کام سکهاتے تو دوسرى طرف سکول کے لڑکے ايسى خوش آوازى سے نظمیں پڑهتے تهے جس طرح کہ نبض کو پکڑ کر اس میں نشترلگايا جائے۔ ان نظموں سے پختونوں کے جذبات ابهرتے تهے۔ ان ڈرامون کا نتيجہ تها کہ ہوتے ہوتے قوم بہت کم وقت میں بيدار ہوئى۔ ڈراموں میں زندگى کے روزمره مشکلات کو دکهايا جاتا تها؛ مثلاً عوام کے ساتھ حاکموں کا سلوک، چچا کا يتيم بهتيجے، خان کا نوکر کے ساتھ سلوک، زميندارکا مزارعے کے ساتھ، هندو ساہوکار کا ان پڑھ زميندار کے ساتھ، پيرکى غلط حرکتیں اپنے مريدوں کے ساتھ، بے علم ملاؤں کا اپنے مقتديون کے ساتھ۔ اس وجہ سے ان ڈراموں نے بہت کام کيا۔ قوم کو ان کا احسان نہيں بهولنا چاہئے۔

    بحوالہ خدائي خدمتگار تحريک، ترجمہ قاسم جان، ص 123

    د خدائي خدمتګار تحريک د ادبي حېثيت نۀ منونکي نمر پۀ دوو ګوتو پټول غواړي. دې تحريک نۀ يواځې دا چې د ژبې پراختيا کښې ئې کردار ادا کړے، نوي موضوعات، اصطلاحات او نوي صنفونه ئې هم پښتو ژبې ته راوړل. دې تحريک د شاعرۍ، تاريخ ليکنې، رپورتاژ، افسانې، ډرامې، تکل، فلالوجۍ او ترجمې پۀ مېدان کښې هغه کارونه کړي دي چې پۀ هره حواله ورته د اوليت درجه حاصله ده او نن هم مونږ د پښتو ژبې او ادب دننه خدائي خدمتګار تحريک د روح غوندې وينو.

     

  • دوحه تړون: امن يا بائيلات؟ (ډاکټر سيد اختر علي شاه) – ژباړن: انجنئير اعجاز يوسفزے

    د امرېکې او طالبانو تر منځ اخر کار د هیلې، نا امیدۍ، د خدشاتو او بې یقینۍ پۀ فضاء کښې د دوحې د عبوري امنيت تړون لاسلیک شو. د دې تړون پۀ اړه د یوې مودې راهسې ډنډورې وهلې کېدې. طالبان او د هغوي مرستيال دا تړون د بريالیتوب د یو پړاو پۀ څير نیسي او هغه خلک چې پۀ تکثيريت او استدلال یقین ساتي، د هغوي لپاره دا دستاوېز د امريکې د لاس اخستو او پۀ شا کېدو یوه داسې پروانه ښکاري چې دا به یو ځل بيا افغاني ټولنه د اړي ګړي او زورځواکۍ ګړنک ته ګزار کړي.پۀ دې مهم تړون کښې ژمنه شوې ده چې امریکا او ائتلافي هېوادونه به خپل ژواکونه د څوارلس مياشتو پۀ موده کښې لۀ افغانستان څخه وباسي چې د امريکې اولسمشر ډونالد ټرمپ به د دې جوګه کړي چې هغه د دې نۀ خلاصېدونکي جنګ څخه د امریکائي ځواکونو د راويستلو خپله انتخابي وعده پوره کړي. د لاسلیک شوې هوکړې سرلیک کښې د افغانستان د “اسلامي امارت” سره د امریکا د متحده ايالاتو د توافق لیک ټکي کارول شوي دي؛ د غور خبره دا ده چې د ذو معني ټکو شا ته د هوکړې پۀ متن کښې “د افغانستان د اسلامي امارت چې امريکې لا پۀ رسمېت نۀ دے پېژندلے او د طالبانو پۀ نوم پېژندګلو لري” غوندې فقرې او د لیک ترکیب کارولے شوے دے.پۀ دې تړون کښې د امریکائي ځواکونو بېرته تګ د بېن الافغاني خبرو اترو د مخکښې تللو سره مشروط ساتلے شوے دے. دا مذاکرات پۀ لسم مارچ 2020 ټاکلے شوي وو )چې لا تر اوسه پۀ ځنډ کښې دي(. دې تړون کښې د یو مستقل اوربند )سیزفائر( پۀ راوړلو ډېر ټینګار شوے دے چې د بېن الافغانی )انټرا افغان( مذاکراتو لپاره مساعده زمینه هواره کړي او طالبان د افغان دولت او د افغاني ټولنې نورو ډلو سره خبرو اترو ته کښېني. دا به د بېن الافغاني مذاکراتو ګډونوالو ته د افغانستان د راتلونکې سېاسي تګلارې د را منځ ته کولو لپاره پۀ کړنو او پلانونو د پرانستي بحث موقع ورکړي.د دوحه د توافقلیک تر مخه ، امریکا به پۀ درېو څلورو مېاشتو کښې پۀ افغانستان کښې د خپلو ځواکونو شمېره د دولس زره څخه 8,600 ته را ټیټه کړي او پۀ څوارلسو مياشتو کښې به خپل ټول فوځونه د افغانستان څخه وباسي. اګرچې د نړۍ مشرانو د بهتر مستقبل لپاره د دې هوکړې هرکلے کړے دے خو د پائیدار امن او جمهوريت لوري ته دا سفر ګران او کړکېچن ښکاري. ما مخکښې پۀ یو لیک کښې دا خبره پۀ ګوته کړې وه چې هر څو د امن دا اعلامېه یو ښۀ قدم دے خو بيا هم ډېرو مهمو پوښتنو ته ځوابونه ورکول پاتې دي.نۀ یواځې پۀ دې سیمه کښې پۀ افغانستان او پاکستان بلکې د امریکا پۀ متحده ايالاتو کښې هم مخالف اوازونه اورېدے شي چې دا قدم غېر دانشمندانه ګڼي. پۀ دې اړوند ‘ټائمز مېګزین’ د اولسمشر ټرمپ د طالبانو سره د امن دا تړون بې توقیره او بې قدره ګڼلے دے او دا معاهده ئې بېخي پۀ شا تګ او ماتې بللې ده. پۀ نورو ټکو کښې، دا معاهده د امریکې د لاس اخستو )سرېنډر(، د طالبانو د پخلا کولو او ټولواکۍ ته د مخې ورکولو دستاوېز دے. دې تحلیلونو دا خبره هم تائيد کړې ده چې د دې هوکړې پۀ ترڅ کښې دا دلیلونه عبث ښکاري چې د افغانستان سرنوشت د امنيت سره تړاو لري. د امن هیلې شنډې شي چې د امن د تړون یو برخه وال بغاوت پرېښودلو ته اماده نۀ وي او چې مجوزه معاهده اتحادیان کمزوري کوي او د دښمنانو مټې مضبوطوي. د تړون دا ژمنه به د طالبانو وقار او بالادستي سېوا کړي چې د کومې تر لاندې به د طالبانو 5,000 هغه بنديان خوشي کولے شي چې پۀ لویو لویو جرمونو کښې تر پوندو پورې ککړ دي. د دې نه پرته بده خبره دا ده چې امریکې دا د طالبانو سره منلي دي چې د هغوي باقي پاتې قېدیان به پۀ راتلونکو درېو مياشتو کښې خوشي کړے شي. دا تړون لیک د طالبانو ځينې غړو باندې د لګېدلو پابندیو پۀ شمول د انفرادي سفري بندېزونو، د منجمدو اثاثو او د وسلې د بدېزونو د اوچتولو ماده هم لري. نتیجتاً د دې هوکړې پۀ علت به پۀ افغانستان کښې د طاقت انډول ګډ وډ شي. د امریکائي تجزیه نګارانو پۀ نظر کښې د طالبانو لۀ اړخه د بامعني مراعاتو ورکولو د نشت پۀ ترڅ کښې دا اېګریمنټ د امریکا پۀ شا کېدو )ریټریټ( څخه بدتر دے.

    ما پۀ خپلو لیکونو کښې دا اندېښنه څرګنده کړې وه چې یوه بده پېښه د امن دا ټوله پروسه پۀ خطر کښې اچولې شي. د امن د معاهدې لکه د بنګړو د بار نازکتيا هغه وخت ښکاره شوه چې د امریکا د دفاع مؤسسې د طالبان ځواکونو پر ضد د خپلو وړومبيو هوائي حملو اعلان پۀ هغه مهال وکړو چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د تاو تریخوالي پۀ ترڅ کښې د طالبانو سره د شوي لاسلیک سياهي لا وچه شوې نۀ وه. طالبان د بریدونو د ودرولو او د بېن الافغاني خبرو اترو د خپلې ژمنې څخه تر هغې پۀ شا شول تر څو چې د هغوي قېديان خوشي نۀ کړے شي. د ډاکټر اشرف غني حکومت خپلو دښمنانو )طالبانو( ته د خبرو اترو پۀ وړومبي درشل پۀ زرګونو ملاتړ خلاصولو او حواله کولو ته تيار نۀ دے او دې انکار د مذاکراتو لړۍ نوره هم ونیوله – تر دې چې د اشرف غني سخت مخالف عبدالله عبدالله هم پۀ توافق بې باوري ښودلې ده.پۀ ورځپاڼه ‘ټائمز’ کښې هم د رايې ورکونکو د یوې برخې لۀ خوا سخت غبرګونونه شائع شوي دي او امریکائي اولس ته ئې دا پېشنهاد کړے دے چې “د جنګ څخه ستړي امریکنيان دې د ټرمپ د انتظامیۍ د دې پسپایۍ مزاحمت وکړی” – “اولس دې داسې هوکړه برداشت نۀ کړی چې طالبان مضبوطوي او هغوي ته طاقت ورکوي.” ځينې داسې څیزونه دي چې د “نۀ خلاصېدونکي جنګ” څخه بدتر دي او کۀ چرې مونږ پۀ دې حقیقت شکمن یو نو د مېن هېټن پۀ بازار کښې یادګاري څلې مونږ ته دا یاداشت راکوي چې مرګونې خطرې د لرو پرتو ټاټوبو څخه هم را اوچتېدې شي.”د کرښې دواړه غاړو ته د طالبانو کړۀ وړۀ او زوړ عمل کۀ پۀ نظر کښې ونیوے شي نو د مختلفو حلکو دا خدشات او وېرې بې بنېاده نۀ دي. پۀ اوسنی لیدلوري کښې داسې برېښي چې د مستقبل پۀ سياسی اډاڼه کښې د طالبانو د غېر واضح رول او د تکثیريت پۀ بنېاد جمهوري قدرونو او د اففانستان اساسي قانون سره د طالبانو تګ ډېر ګران دے.

    پۀ پوخ ګمان هېڅ هم نۀ شي وئیلے کېدے خو تاریخ مونږ ته دا ښائي چې د پخلاينې پالیسي نۀ وړاندې چلېدلې ده او نۀ به اوس وچلېږي. پۀ تېره تېره د طالبانو سره د پاکستان خپلې تجربې هم څۀ ډېرې حوصله افزاء نۀ دي.* پۀ تېر وخت کښې طالبانو ډېرې لوظ نامې لاسلیک کړې دي خو دوي هغه د خپلو مټو او نورو ذریعو د پياوړي کولو د پاره د تاکتیک پۀ توګه کارولې دي. طالبانو تیګې )ټروس( د نور وخت او ځاے د تر لاسه کولو او د خپلو مورچو د مضبطولو لپاره استعمال کړي دي چې څرګنده موخه ئې دا وه چې د خپل برانډ شریعت لپاره “اسلامي امارت” ودروي. دوي هر وخت لوظنامې ماتې کړې دي، نۀ دوي چرته وسله ايښې ده او نۀ ئې ترهګري او فساد پرېښي دي. صرف د رياست حرکي توانایۍ او زور دوي تمبولي دي. د افغانستان حالات د دې نه بېل نۀ دي. افغان طالبان هم دغه شان نظر ، مائنډ سټ، موخې او حکمت عملي لري. دوي صرف د خپلو ستراتيژي اهدافو د تر لاسه کولو لپاره خپل تاکتیکونه بدلوي. د طالبانو سره د ټولې هوکړې پايلې به پۀ دغه تناظر او شالید کښې کتل پکار وي. پۀ افغانستان کښې د امنيت لويه لاره د تکثیريت )پلورلزم( او د ورکړه راکړه د پالیسۍ پۀ غېږه کښې تېرېږي؛ بله هره یوه لار به د منطقې پۀ سياست، اقتصاد او ټولنیز چوکاټونو باندې خراب او منفي اغېزونه ولري.

    * مونږ تل دا باور لرلے دے چې جنګ کۀ زرګونه کلونه وغځېږي هم

    نو اخر به پۀ خبرو غوڅېږي.

    مونږ د ښاغلي ليکوال د دې محتاط موقف چې “د پخلاينې پاليسي نۀ وړاندې چلېدلې وه او نۀ به اوس وچلېږي”، سره پۀ دې ډاډ اختلاف کوو چې د پخلاينې د پاليسۍ سره نۀ چلېدونکي عناصر اولسي اعتماد بائيلي. نن د افغانستان اولس د افغان دولت سره ولاړ دے او دا ښائي چې د جنګونو د اور نه را تېرېدونکي اولسونه د امن د پاره د پخلاينې پاليسۍ باندې باور لري. مونږ ګڼو چې دا د جمهوري اولسي رويې د ارتقاء پړاو دے. مونږ وينو چې افغانستان کښې د اولس اکثريت د طالبانو هغه جذباتي مذهبي مرسته هم پرېښې ده او دا يو ډېر څرګند او زړۀ ساتونکے پرمختګ دے.

    طالبانو سره د پاکستان تجربې بېخي جدا معروض او بېخي بدل شاليد لري. پاکستان طالبان خپلې دفاعي اثاثي ګڼي. پاکستان کله هم د طالبانو پۀ ضد عمليات پۀ دې هوډ نۀ دي کړي چې د ستراتيژکي ژورتيا د پاره د خپل دغه “سنګين جرم” کفاره وکړي. دغه ملک نن هم د good او bad طالبان برګه بروګه نظريه لري او ځکه خو نړۍ دغه رياست پۀ ګرے لسټ کښې شامل کړے دے.

    مونږ پۀ حېث د يو سياسي ګوند، د انجمن اصلاح الافاغنه نه تر نن ورځ پورې د افغانستان د حالاتو نه غېر جانبدار پاتې شوي نۀ يو – مونږ د دې سيمې د سياسي-ټولنيز-جغرافيائي نېچر لۀ امله، چې مونږ د منځنۍ اېشياء اولس د جنوبي اېشياء اولس سره تړلے شوي يو، غېر جانبدار پاتې کېدے نۀ شو.

    عوامي نېشنل پارټۍ د دغه مذاکراتو پۀ پېل کښې هم د افغان دولت د شرکت مطالبه کړې وه، د دوحه تړون ملاتړ ئې هم کړے دے او د دې اميد اظهار ئې هم کړے دے چې دغه تړون دې د پراخه او دېرپا امن تړون اغاز وي. دې تړون کښې افغانستان يو مساوي فريق دے او افغانستان ته دې غوږ کېښودے شي. د دې تړون هغه برخې چې د افغان دولت سره تړلې دي، د هغې عملي کولو د پاره دې اول هغه شرطونه پوره کړے شي چې افغان دولت ايښي دي.

  • يويشتمه فروري او د مورنيو ژبو پرمختګ – ډاکټر سيد ظفرالله بخشالے

    پښتو اکېډمي پېښور ته دې د پښتو لېنګوېج اتهارټي اختيار ورکړے شي

    يادګيرنه: د ښاغلي بخشالي لۀ خوا دا راپور د تېرې مياشتې “پښتون” د پاره د څۀ لږ ځنډ نه پس راغلے ؤ نو ځکه پۀ تېره ګڼه کښې مو چاپ نۀ کړے شو. هر څو خبره د پښتو ژبې ده نو دا ځل مو چاپ ځکه کړو چې خوندي شي.

    يويشتمه فروري پۀ ټوله نړۍ کښې د مورنيو ژبو د نړيوالې ورځ پۀ توګه لمانځلې کېږي. پۀ دې مناسبت پۀ پښتونخوا کښې مېشته د ژبو سره تړلې دولتي او غېر دولتي ادارو هم تر خپله وسه دا ورځ ولمانځله. پۀ دې سلسله کښې پښتو اکېډمي پېښور پوهنتون پۀ يويشتمه فرورۍ [2020] د مورنيو ژبو د نړيوالې ورځ د لمانځلو تابيا کړې وه. د پښتو اکېډمۍ ډائرېکټر پروفېسر ډاکټر نصرالله جان وزير د بلنې تر مخه:

    “پښتو اکېډمۍ پېښور پوهنتون د مورنيو ژبو د اهميت او ضرورت پۀ موضوع د يو ورځني سيمينار تابيا کړې ده. پۀ دې سيمينار کښې به د پښتونخوا د ټولو پوهنتونو استاذان، سکالران، ژبپوهان، د نصاب ماهرين، ليکوالان، صحافيان او دولتي چارواکي ګډون کوي. د سيمينار وړومبي سېشن کښې به ازاده مباحثه وي او دوېم سېشن کښې به پرېکړه ليکونه او د دولت او اولس نه غوښتنې اعلانېږي. د پښتو ژبې او ادب ټولو مينه والو ته، شاګردانو ته ډېر پۀ احترام بلنه ده . هيله چې تاسو به د خپلې مورنۍ ژنې سره د مينې د احساس قوي کولو پۀ خاطر د پښتو اکېډمۍ تر څنګ ودرېږئ.”

    د سيمينار اېجنډا پۀ دا ډول وه:

    1. د مورنۍ ژبې اهميت اوضرورت
    2. تعليم پۀ مورنۍ ژبه څومره ضرورت لري؟
    3. مورنۍ ژبه او د ليکوال ذمه واري
    4. مورنۍ ژبه او د اولس ذمه واري
    5. مورنۍ ژبه او د دولت ذمه واري
    6. د مورنۍ ژبې پۀ حواله د پښتو اکېډمۍ کردار
    7. ستاسو وړانديزونه
    8. د سيمينار پرېکړه ليک
    9. دستخطونه

    د سيمينار پېل د تلاوت کلام پاک نه وشو. د سيمينار سېکرټري ډاکټر سيد ظفرالله بخشالي د هرکلي او د پرانستونکې وېنا د پاره د پښتوا کېډمۍ ډائرېکټر پروفېسر ډاکټر نصرالله جان وزير ته بلنه ورکړه. دوې پۀ خپلو خبروکښې د راغلو مېلمنو شکريه ادا کړه او وې وئيل چې پښتو اکېډمي پېښور پوهنتون د ټولو ليکوالانو، شاعرانو او سکالرانو شريک کور دے؛ هر څوک کولے شي د خپلې مورنۍ ژبې خدمت کوي، پښتو اکېډمي به ورسره مرسته کوي. پښتو اکېډمي يو مرکزيت لري، دا اداره د يو فرد نۀ ده بلکې د ټولو د يو ځاے کېدو ځاے دے. مونږ هر وخت ستاسو وړانډيزونو ته پۀ روڼ تندي هرکلے وايو. مونږ د دولتي ادارو او ځينې نورو ادارو نه غوښتنه کوو چې د املاء پۀ حواله د باړه ګلۍ فېصلي ومني او پۀ عملي توګه ئې پۀ ليکلې بڼه هم عملي کړي.

    د سيمينار د اېجنډې تر مخه پۀ تالار کښې ناستو ګډونوالو پۀ خپل خپل وار خبرې وکړې. د ډاکټر خان تحريک مشر ډاکټر خان ووئيل چې پۀ پښتنه خاوره باندې د ژبې د بقاء د پاره کار وشي. زمونږ ژبه ډېره تاريخې او ارزښتناکه ده. زمونږ د خاورې بنيادي حقونه پۀ خپله خاوره باندې د وسائلو اختيار پکار دے.

    ډاکټر عزيز الله جبارخېل د ننګرهار پوهنتون پۀ استازيتوب ووئيل چې پۀ مورنۍ ژبه کښې ليک لوست کول د خپلي ژبې سره وفاداري ده. کله چې وزير محمد ګل خان پۀ کابل کښې د تعليم وزير ؤ نو پۀ خپله دوره کښې ئې د مورنۍ ژبې خدمت کړے ؤ او پۀ خپل وخت کښې ئې پښتو مجله پۀ رسمي توګه پېل کړې وه. مونږ کۀ غواړو چې د پښتو خدمت وکړو نو پېل به د خپل ځان نه کول غواړي.

    پروفېسر اسير منګل ووئيل چې د پښتون د تباهۍ د ټولو نه لوے سبب دا دے چې د پښتنو نه خپله پښتو پۀ هېرېدو ده او ځينې پښتانۀ د خپلې ژبې نه نا خبره دي. پښتو ژبه يو ګوند ته مختص کول نۀ دي پکار بلکې دا د ټولو پښتنو ژبه ده. پۀ دولتي سکولونو کښې دې د پښتو استاذانو کوټه زياته کړې شي.

    ډاکټر سهېل خان ووئيل چې زۀ د اېجنډي د دوېمې نکتې تر مخه دا خبره کوم چې زمونږ د اديبانو او سياست مدارانو پۀ منځ کښې ډېر فرق دے. دوي يو بل نه ډېر لرې دي. پۀ اتلسم ترميم کښې د ژبو پۀ اړه ما يو شمېر وړاندېزونه ورکړي وو چې پکښې ډېر منظور شوي دي. د پاکستان پۀ ائين کښې هېڅ قدغن نشته چې تاسو د مورنيو ژبو خدمت مۀ کوئ. زما تجويز دے چې پښتو دې د پوهنتونو پۀ نورو څانګو کښې د يو لازمي مضون پۀ توګه شامله کړې شې او د نادرا پۀ فارم کښې دې د قوميت خانه شامله کړې شي.

    ډاکټر محمد علي ديناخيل پۀ خپلو خبرو کښې ووئيل چې پښتو اکېډمۍ پۀ لنډ وخت کښې ډېر کارونه وکړل، بايد چې پښتو اکېډمۍ کښې دې لېنګوېج اتهارټي جوړه شي. خبرې ډېرې وشي خو بيا وروستو هغه عملي نۀ کړې شي. پۀ دې خبرو د عمل کولو د پاره دې يوه اېکشن کمېټي جوړه شي. د اېچ اېس سي پۀ ډېټابېس کښې دې پۀ مستقله توګه پښتو مجله خوندي کړې شي. پښتو اکېډمي دې د صوبائي حکومت پۀ مرسته د استاذانو د پاره د تربيتي ورکشاپس تابيا وکړي. د پښتو اکېډمۍ د کتابتون کېټالاګ دې انلائن شي.

    ډاکټر بدرالحکيم حکيمزي ووئيل چې پۀ تشو خبرو کار نۀ کېږي، راځي چې د خپلې ژبې خدمت ته ملا وتړو او هم د نن نه پرې کار شروع کړو. پښتو اکېډمۍ نه دې د هفته وار پښتو اخبار او يو پښتو چينل اجراء وشي او هم دا رنګه دې پۀ لسم دولسم کښې اول پوزيشن اخستونکو زده کوونکو ته توصيفي سندونه ورکړي او د شاعرانو د حوصله افزايۍ د پاره دې پۀ کال کښې يوه غونډه وکړې شي.

    ډاکټر نورالامين ووئيل چې پۀ دې غونډه کښې پکار وه دولتي چارواکي ناست وے. د پوهنتون پۀ ټولو شعبو کښې دې د پښتو اخبار او پښتو مضمون لازمي کړے شي.

    ډاکټر محب وزير زياته کړه چې پښتو ژبه دې د معاش ذريعه ورګرځولي شي. د نننۍ غونډې پرېکړې دې دولتي چارواکو ته هم دغه شان د پوهنتونو وائس چانسلرانو ته ولېږلې شي چې عملي کړې شي. د کالجونو پۀ استاذانو دې دا لازم کړے شي چې د ترقۍ اخستو د پاره دې د پښتو يو کتاب وژباړي. د افغانستان سره زمونږ مسئله سياسي ده خو پۀ سهېلي پښتونخوا کښې يعني د کوئټې اکېډمۍ او پښتو اکېډمۍ پېښور املاء دې يوه شي. پۀ پښتونخوا کښې مېشته د پښتو سره تړلې تعلمي ادارې دې پۀ کال کښې يو ځل پۀ پښتو اکېډمۍ کښې يو ځاے کېږي.

    ډاکټر محمد زبېر حسرت ووئيل چې “پښتو” مجله کښې چې کوم مواد چاپ کېږي نو د نورو ليکونکو حق تلفي ده ځکه چې نورو تخليق کارو ته پکښې ځاے نۀ ورکولے کېږي؛ نو پکار ده چې پښتو اکېډمي يوه بله مجله اجراء کړي چې پکښې هر شاعر او ليکوال برخه واخلي. پۀ 2009 کښې د عوامي نېشنل ګوند لۀ خوا پۀ نصاب کښې پښتو د اول نه تر دولسم جماعت پورې لازمي ګرځولې شوې وه، خو ولې اوس پۀ دغه قانون عمل نۀ کېږي. بايد چې د دې غونډې پۀ وساطت سره مونږ موجوده حکومت ته وړانديزونه ورکړو چې دغه قانون دې عملي کړي.

    پروفېسر اقبال شاکر زياته کړه چې پۀ ټوله صوبه کښې بلها رجسټرډ ادبي تنظيمونه دي چې تر خپله وسه د پښتو ژبې خدمت کوي خو ولې پۀ صوبائي سطح باندې يو فعال تنظيم پکار دے. پښتو اکېډمي دې د پښتو استاذانو د پاره د يو تربيتي ورکشاپ اهتمام وکړي.

    ذوالفقارخان ووئيل چې مونږ ته پکار دي چې مونږ دې خپلو بچو ته پښتو وښايو.

    سليم بنګش ووئيل چې پۀ شخصي توګه خلک د پښتو خدمت کوي خو دلته کښې کلچر ډېپارټمنټ پښتو او پښتنو ته هېڅ پاملرنه نۀ کوي نو پکار ده چې دا دولتي اداري دې د پښتو ژبې ته خاصه پاملرنه وکړي.

    ډاکټر ارشاد ووئيل چې د اېچ اېس سي لۀ خوا هېڅ پابندي نشته چې تاسو پۀ مورنيو ژبو کښې تعليم مۀ ورکوئ. د دوي پۀ کورس کښې هرې شعبې ته اختيار دے چې مورنيو ژبو ته ځاے ورکړي.

    پروفېسر ډاکټر فرخنده لياقت ووئيل چې د پښتو اکېډمۍ لۀ خوا تاسو ټولو راغلو مېلمنو ته هرکلے وايو. مونږ ته پکار دي چې مونږ پۀ خپلو کورونو کښې د بچو سر پښتو ليکل، وئيل او لوستل زده کړو.

    صبا ګل ووئيل چې هر ځل د پښتو اېم فل او پي اېچ ډي داخلو کښې بلها زده کوونکي د داخلو نه محرومه شي. د پوهنتون واکمنو ته خواست کوم چې د اېن ټي اېس پۀ ځاے دې خپل ټسټ واخلي چې د پښتو اېم فل او پي اېچ ډي زده کوونکي سيوا شي.

    د ټولو ګډون والو د بحث وروستو د پرېکړه ليک د پاره يوه کمېټي جوړه شوه چې هغوي د ننني سيمينار پۀ مناسبت سره ځينې پرېکړې وکړې. پۀ دې کمېټۍ کښې دا کسان شامل وو:

    1. پروفېسر ډاکټر نصرالله جان وزير، کنوېنئير
    2. پروفېسر ډاکټر محمد زبېر حسرت، غړے
    3. ډاکټر محب وزير، غړے
    4. ډاکټر محمد سهېل خان، غړے
    5. ډاکټر محمد علي ديناخېل، غړے
    6. ډاکټر سيد ظفرالله بخشالي ممبر

    د غونډې قراردادونه ډا کټر شېرزمان سيماب وړاندې کړل چې پۀ دې ډول وو:

    1. د اېم فل او پي اېچ ډي د اېن ټي ايس، اېف ټي اېس ټسټونو پۀ ځاے دې ډېپارټمنټل ټسټونه واخستے شي.
    2. پښتو اکېډمي پېښور پوهنتون ته دې د لېنګوېج اتهارټي اختيار ورکړے شي.
    3. د پښتو نصاب دې د اول جماعت نه تر دولسم جماعت پورې د اتلسم ائيني ترميم تر مخه عملي او يقيني کړے شي.
    4. د خېبر پښتونخوا د ټولو پوهنتونونو وائس چانسلران او د هائر ايجوکېشن ډېپارټمنټ سېکرټري دې پۀ ټولو کالجونو کښې د نورو بي اېس مضامينو پۀ شان پښتو هم سلېبس کښې شامله کړي.
    5. د خېبر پښتونخوا او نورو ټولو هغو پوهنتونونو د پښتو څانګو او هاغه کالجونو چې پښتو بي اېس پروګرامونه لري، دي پۀ کال کښې يو وار پښتو اکېډمۍ کښې غونډه کوي چې د تحقيق کارونو کښې يکسانيت پېدا نۀ شي.

    پۀ دې غونډه کښې د ګډونوالو نومونه پۀ دا ډول دي:

    پروفېسر ډاکټر نصرالله جان وزير، ډاکټر شېرز مان سيماب، ډاکټر سيد ظفر الله بخشالے، ډاکټر خان، ډاکټر عزيز الله جبارخېل، معراج خان، زاهد حسېن، الياس ټلوال، ډاکټر محمد علي ديناخېل، پروفېسر اسير منګل، ډاکټر سهېل خان، طارق محمد دانش، خورشيد عالم، حبيب الله، ډاکټر بدرالحکيم حکيم زے، ډاکټر شکيل احمد، حامد خان، صديق اکبر، ډاکټر محمد ارشاد، احتشام جاوېد، انور اورکزے، امجد علي خان خادم، عطا محمد هيله من، ډاکټر نور محمد دانش بيټنے، دلبر خان، حېدر حسېن، روشن خان، شهاب خان، الطاف خان، شاهد علي، يار خان، احسان يوسفزے بخت الله بخت، مدرار الله، وجدان يوسفزے، کامران الله، طاهر الله، صاحب الله، ايت الله، مقصود جان، سراج خټک، ذوالفقار علي، ډاکټر محب وزير، ډاکټر نورالامين، ډاکټر فرخنده لياقت، ډاکټر بشريٰ اکرام، ډاکټر نګينه خانم، لبنٰي، صباګل او د اکېډمۍ همکاران.

     

  • وباء: د وړومبي ټبر مرګ – باچا خان

    “زما ژوند او جدوجهد”، امن پرنټنګ پرېس، 2012، مخونه 115-113

    دا وباء چې تاريخ ئې د هسپانوي انفلوينزا (Spanish Flu) پۀ نامه پېژني، جنوري 1918 کښې پېل شوې وه او دسمبر 1920 پورې دوه کاله ئې دنيا خوپه نيولې وه. دغې وباء لږ تر لږه پينځۀ کروړه انسانان تر ستوني تېر کړي وو. پۀ هند کښې اتلس لکهه خلک مړۀ شوي وو چې دا د نړۍ د کوم بل هېواد پۀ نسبت تر ټولو زيات وو ]دومره خلک وړومبي عالمي جنګ کښې هم نۀ وو مړۀ[ –

    وئيلے شي چې سمندري جهاز کښې ممبۍ ته راتلونکو فوجيانو دغه وباء ]انفلوينزا[ د ځانه سره راوړې وه او پۀ لږ وخت کښې ئې ټول هند خپله ولقه کښې اخستے ؤ. خپله ګاندهي جي د ګجرات اشرم کښې دې نه متاثره شوے ؤ خو خداے وژغورۀ.

    دغه وخت پورې پۀ هند د پېرنګي استعمار د زورواکۍ يو نيم سل (150) کاله شوي وو. دې موده کښې پېرنګي هندوستان پۀ دواړه لاسه لوټلے ؤ خو يوه ادېله ئې هم د تعليم، صحت يا بلې کومې داسې اولسي ښېګړې اداره کښې لګولې نۀ وه. دغې وباء دا خبره نوره هم پۀ ډاګه کړه چې “پېرنګے زورواک دے او د عامو خلکو ژوند سره ئې څهــ کار نشته” –

    پۀ تېره دوه اويا کالو نه زياته موده کښې پاکستان ثابت کړل چې دا د فوجيانو، ججانو جاګيردارانو، صنعتکارانو او بيوروکرېټانو ټيکنوټرېکانو ملک دے. دې ملک کښې کۀ څۀ ګنجائش شته نو طارق جميلانو د پاره شته چې د “و تواصو بالصبر” د تقريرونو سره د حکومتِ وقت ملاتړ کوي، حکومت د ذمه واريو نه بري الذمه کوي.

    اولس دې خپلې مرستې د پاره خپله را وړاندې شي. د ګڼې ګوڼې ځايونو ته دې د ناګزيره ضرورت نه بغېر تګ نه څنډه کوي، د صفايۍ خيال دې ساتي، شېبه پس دې لاسونه تر شلو سيکنډونو خامخا وينځي، خپل پرنجي ته دې خپل څنګل نيسي او د صحت د محکمې لۀ خوا ښودلے شوي احتياطي تدابير دې پۀ سختۍ سره خپل کړي.

    د مشکوک خلکو ټسټونه کول، دارو درمل رسول، د لاک ډاون لۀ کبله بې وسه اولس ته د خوراک څښاک سامان رسول د حکومت ذمه واري ده – دا شعور خلکو ته رسول د سياسي کارکنانو فرض دي.

    کورونا نه پۀ وېره خلاصېدل نشته، احتياطي تدابير د دې د مخنيوي لار ده.

    مونږ دلته د باچا خان د کتاب نه د 1918 د خونړۍ وباء پۀ حقله برخه تاسو ته وړاندې کوو. باچا خان خپله هم متاثره شوے ؤ. هغۀ ليکلي دي:

    “دا يو ډېر لوے افت ؤ چې زمونږ پۀ قام را نازل شو او پۀ داسې وخت کښې چې نۀ پۀ قام کښې احساس او نۀ اتفاق ؤ چې د دې مصيبت مخه ئې پۀ اتفاق سره نيولې وے او نۀ مو کوم خواخوږے حکومت ؤ چې زمونږ غم ئې کړے وے او د دې افت نه ئې بچ کړي وے.”

    حالات نن هم بدل نۀ دي. قام ته دا وباء يوه ټوقه ښکاري. حکومت لاس پۀ سر ايښي دي. حکومت دومره نا اهله دے چې اولس پرې ملا تړلې نۀ شي. دې حالاتو کښې دا نور هم ضروري دي چې احتياطي تدابير خپل کړے شي او د حکومت نه دې لړ کښې د فنډونو جاري کولو مستقله غوښتنه وکړې شي.

    د جنګ پۀ وجه پۀ دنيا کښې سخته وباء راغله. پۀ جنګ کښې دومره کسان نۀ وو مړۀ شوي لکه پۀ دې وباء کښې چې مړۀ شول. پۀ هندوستان کښې هم دې وباء ډېر خلک ووژل. پښتانۀ هم ډېر پۀ کښې مړۀ شول. دا داسې عجيبه وباء وه چې اکثر به ئې ځوانان، جينکۍ او هلکان وهل او مړۀ کول او چې يو کور ته به يو ځل ننوته نو بيا به ئې يو هم نۀ پرېښودۀ. داسې پېښه شوې ده چې پۀ کور کښې يو کس هم نۀ دے پاتې شوے او د کور دروازې پورې شوې دي. پۀ وړو وړو کلو کښې به مړي هم داسې پراتۀ وو، د ښخولو به ئې څوک نۀ وو. پۀ دې مرض د ټولو نه اول زۀ پرېوتے وم خو هسې خداے جوړ کړم، ځکه چې پۀ دې مرض هغه وخت څوک پوهـېدل نۀ او نۀ د حکومت د طرف نه د ډاکټر، دارو او درملو انتظام ؤ. زما نه وروستو غني چې د پينځو کالو ؤ، ناروغه شو. غني ډېر ښکلے ؤ، د مور ئې ورسره ډېره مينه وه، ډېر به ئې ورته ژړل. ما به منع کوله او د صبر تلقين به مې ورته کولو خو د هغې زړۀ به نۀ صبرېدو.

    يوه ورځ د غني رنځوري سخته شوه، مور ئې ورته د کټ سر ته ناسته وه. د دۀ سر ئې پۀ غېږ کښې ايښے ؤ. ما د ماښام نمونځ کړے ؤ، پۀ مصله ناست وم، دعا مې کوله. غني ته مې کتل چې بې هوشه پروت دے. ناڅاپه ئې مور پاڅېده، د زوي سر ئې د خپل ورانۀ نه پۀ بالښت کېښودۀ او د زوي لۀ کټه چاپېره وګرځېده او سر ته ئې ودرېده او لاسونه ئې پۀ دعا پورته کړل، پۀ ژړا ئې ووئيل چې اے خدايه! د دۀ مرض پۀ ما کېږدې او دې ماشوم له شفاء ورکړې!

    د خداے يو عجيبه حکمت ؤ، پۀ سبا له دا ناجوړه شوه، د دې مرض ورځ پۀ ورځ زياتېدو او د غني مرض به ورځ پۀ ورځ کمېدو. غني جوړ شو او مور ئې ځوانيمرګه شوه، ماشومان ئې راته پاتې شول. دغه وخت غني د پينځو کالو، ولي د درېو کالو او خور ئې د يو کال وه.

    پۀ کلو کښې دومره مړي کېدل چې خلک ئې ښخولو ته نۀ رسېدل. مونږ به د سحر نه د قبرونو پۀ کنستلو لاس پورې کړو نو تر ماښامه به لګيا وو. کله به پۀ مشکله پوره شو او کله به يو نيم کم شو. د ډېرو به د کفن درک هم نۀ ؤ. د داسې مړو د پاره مونږ يو فنډ جوړ کړو. بې کفنو مړو ته مو د دې فنډ نه کفن ورکولو او پۀ دغسې حالت کښې به هم ځينې کسان راغلل، پۀ دروغو به ئې رانه کفن يوړو. ځينو چالاکو به وژړل او مونږ ته به ئې دهوکه راکوله، اخر مونږ داسې انتظام وکړو چې کفن به مو د خپل سړي پۀ لاس لېږلو. چې مړے به ئې وليدو نو کفن به ئې ورکړلو ګنې بېرته به ئې راوړلو. د دارو درملو مو هم څۀ انتظام کړے ؤ. پۀ اول کښې خو ئې چا ته دارو معلوم نۀ وو خو وروستو چې مرض اوږد شو نو ډاکټرانو او حکيمانو ورته دارو راپېدا کړل؛ هغه به مو جوړول او مريضانو له به مو ورکول.

    دا يو ډېر لوے افت ؤ چې زمونږ پۀ قام را نازل شو او پۀ داسې وخت کښې چې نۀ پۀ قام کښې احساس او نۀ اتفاق ؤ چې د دې مصيبت مخه ئې پۀ اتفاق سره نيولې وے او نۀ مو کوم خواخوږے حکومت ؤ چې زمونږ غم ئې کړے وے او د دې افت نه ئې بچ کړي وے. پۀ جنګ کښې هم زمونږ د ملک خلک د نورو ملکونو د خلکو نه زيات مړۀ شول او پۀ مرض کښې هم – جنګ د چا ؤ او مړۀ پکښې څوک شول؟ ګټه او بېلات د بل چا ؤ او جنګېدلو مونږ – زۀ خو وايم چې مونږ أجرتي قاتلان وو، د پېسو د پاره د خلکو مرګ پسې تللي وو. د خپل ملک د ازادۍ او خپل عزت د پاره را کښې دا احساس نۀ ؤ چې د پېرنګي سره جنګېدلي وے، يا کم از کم پۀ خپل کور کښې ناست وے، پېرنګے مو يواځې ترکو او جرمن ته پرېښے وے. مونږ جرمن خو پرېږده، د مسلمان ترک سره د پېرنګي پۀ ډډه او طرفدارۍ وجنګېدو او جنګ مو ورله وګټلو. د دې ګټې پۀ پاداش کښې مونږ ته پېرنګيانو “رولټ بِل” چې يو ظالمانه او ناروا قانون ؤ، راکړو؛ د خداے د طرف نه دا مصيبت نازل شو.

     

  • د قصه خوانۍ پېښه: د پښتنو بېداري او د پېرنګي سرکار د تهذيب دائره – ډاکټر اسفنديار دراني

    د تاريخ پۀ پاڼو کښې داسې پېښې موجودې دي چې هغه د انسانيت د تقاضو پۀ محال پۀ ښو الفاظو کښې نۀ دي يا دې شوې. پۀ دغو پېښو کښې يوه پېښه د قصه خوانۍ پېښه هم ده چې د پښتنو پۀ تاريخ کښې پۀ خونړۍ پېښه ياديږي. هم پۀ دې پېښه کښې د پښتنو قتل عام وشو او داسې بې دردۍ سره ئې ووژل چې پېرنګي سرکار د تهذيب کومه دعوه لرله، هغه ئې غلطه ثابته شوه.

    دا وطن مې څۀ پۀ سوال ګټلے نۀ دے

    هر يو کاڼے ئې زما پۀ وينو رنګ دے

    پېښه:

    پۀ اپريل 1930 کښې چې کله انډين نېشنل کانګرس د مکمل آزادۍ اعلان وکړو نو موهن داس کرم چند ګاندهي د”سول نافرمانۍ” اعلان وکړو او د دغې سول نافرمانۍ کاميابولو د پاره ئې د خدائي خدمتګار تحريک مشر خان عبدالغفار خان ته درخواست وکړو چې پۀ دغه سول نافرمانۍ کښې مر سته وکړي نو هغوي هم دغه شان وکړل او يوه غونډه وشوه چې پۀ هغې کښې د کانګرس غړو او د خلافت کمېټۍ غړو شرکت وکړو. پۀ غونډه کښې دغه فيصله وشوه چې پۀ عامه توګه به د حکومت خبره نۀ منلې کېږي، يعني نافرماني به کېږي.

    د خدائي خدمتګارانو کانفرس 19)اپرېل( نه وروستو پۀ 21 اپرېل دا فېصله وکړه چې پۀ 23 اپرېل به سول نافرماني شروع کېږي. پۀ دې اجلاس کښې سيد اٰغا لال بادشاه، علي ګل خان، مولانا عبدالرحيم پوپلزئ، خاطر، ډاکټر ګهوش، غلام رباني سيټهي، رحيم بخش غزنوي، الله بخش برقي، عبدالرحمان ريا، مهراج ګهمنډي، منور حسېن مومند، لاله پيرا خان، ديوان روشن لال، کانګرس کمېټۍ او نوجوان بهارت سبها دواړو د سول نافرمانۍ تيارے شروع کړو. پۀ دې ورځ د منور حسېن پۀ تجويز مولانا عبدالرحيم پوپلزئ پۀ بهارت سبها کښې شامل ؤ. د دۀ پۀ وجه پۀ بهارت سبها کښې نوے ژوند پېدا شو. دے د بهارت سبها صدر منتخب شو نو د احتجاجونو کولو مشر ئې مولانا عبدالرحيم پوپلزئ وټاکلو.

    کانګرس کمېټۍ د “وار کمېټي” (War Committee) يعني د جنګي ټولي ټاکنه پۀ يو پټ اجلاس کښې وکړه خو د دې اطلاع حکومت ته ور رسيدلې وه. حکومت د کارکنانو د ګرفتارۍ انتظام د شپې وکړو. کانګرس هم دا فېصله کړې وه چې ګرفتاري به د شپې نۀ ورکوو؛ ولې دا اطلاع ټولو ممبرانو ته نۀ وه رسېدلې او پۀ دې وجه اکثر کارکنان د شپې ګرفتار کړے شول.

    پۀ دوه ويشتم اپرېل 1930 پېرنګي سرکار عبدالغفار خان ونيولو او وجه ئې دا وښودله چې د سرکار خلاف کار کوي او اولس د سرکا خلاف را اوچتوي. خو د حېرانتيا خبره دا وه چې د دغه وخت د پېښور ډپټي کمشنر د صوبې د پوليس انسپکټر جنرل ته خپلو درېو رپورټونو کښي ليکي چې خان عبدالغفار اولس کښې د حکومت خلاف خبرې کوي خو ما )ډپټي کمشنر( د سب انسپکټر داسې څۀ رپورټ نۀ دے ليدلے چې د هغې نه دا ثابته شي چې عبدالغفار خان چرته تلے دے او اولس ته ئې داسې څۀ خبرې کړې دي او کۀ داسې څۀ رپورټ وي نو چيف کمشنر وائي چې زۀ )يعني چيف کمشنر ( ئې ليدل غواړم. د دغې خبرې اندازه د لانديني پيرګراف نه لګېدې شي:

    “You describe him in your note as preaching a gospel of discontent and of resistance to Government and the chief commissioner would like to know the ground for this statement. I have not seen any report from the sub inspector who seems to have accompanied Abdul Ghaffar Khan on his tour, and these might throw light on the matter. The chief commissioner would like to see these if they are available.”

    ياده دې وي چې دغه پورته انګريزي ليک د 15 اپريل 1930 دے او د 16 اپرېل او 22 اپريل 1930 نور رپورټونو کښې هم دغه شان خبرې ذکر دي خو دلته د لوستونکو د پاره صرف دغه يو د مثال پۀ توګه پېش شو.

    لکه څنګه چې مخکښې ذکر وشو چې زياتره ملګري د شپې نيولے شوي وو، صرف الله بخش برقي او غلام رباني سيټهي پۀ دفتر کښې وو چې د لوے بازار ګهنټه ګهر سره وو، ګرفتار کړے شول. د پوليس لارۍ د ميونسپلټۍ دفتر سره ولاړه وه، دوي ئې پياده تر هغې پۀ هتکړو کښې بوتلل چې دغه وخت پۀ زرګونو خلک را جمع شوي وو او د يو جلوس شکل ئې اختيار کړے ؤ. دوي چې ئې لارۍ کښې کښېنول، خلکو د لارۍ ټائرونه پنچر کړل. غلام رباني پوليس ته ووئيل، تاسو فکر مۀ کوئ، مونږ به پۀ خپله کابلۍ تهاڼې ته لاړ شو. دوي نه پوليس هتکړۍ وويستې نو دوي مخکښې وو او خلک ورپسې وو. کابلۍ تهاڼې ته چې ورسېدل نو خلک نور هم زيات شوي وو او د حوالاتيانو ليډرانو د رهايۍ مطالبه ئې کوله – خو دغه وخت خلک د پوليس د کنټرول نه بهر شو. پوليس ډپټي کمشنر ته د فوځ رالېږلو د پاره ټيليفون وکړو. خلکو د “انقلاب زنده باد” نعرې وهلې او د رهايۍ مطالبه ئې کوله. پۀ دغه وخت کښې يو فوځي پۀ موټر سائيکل سور پۀ تېزۍ کابلۍ تهاڼې ته را ورسېدو او وسوندي رام نومې هندو ئې پۀ موټر سائيکل ووهلو او نور ئې هم زخميان کړل. پۀ دې خلک نور هم پۀ جوش کښې راغلل.

    د څلور کارونو وروستو يو موټر سائيکل راغے، عبدالرحمان مالي نومې يو ځوان پۀ تبر داسې ګزار ورکړو چې هم هغلته ئې سوړ کړو او د موټر سائيکل ټېنکۍ ته ئې اور ولګولو چې د ډرائيور سره هغه هم پۀ ځاے ايري شو.

    د ګړواليانو سکوارډن ته پېرنګي کپتان رېکټس (Rickets) د ډز کولو اٰرډر ورکړو او وې وئيل چې‘Garhwal rifles! three rounds fire!’ خو ولې د هغوي مشر حوالدار مېجر چندرا سنګهـ بنډهاري د ډز کولو نه انکار وکړو او سمدستي ئې خپل سکوارډن ته ووې، “Garhwal rifles! Ceasefire!” يعني “ګړواليانو! ډز و نۀ کړئ!”

    د دې انکار سره دغلته موجود اولس کښې جوش نور هم را برڅېره شو، ځکه چې دغسې کار يعني د پېرنګي افسر د حکم نه انکار تر دغه وخت پورې چا هم نۀ ؤ کړے. دا پۀ تاريخ کښې پۀ وړومبني ځل وو. ]دا خبره دې ياده وي چې دغه شان يوه بله پېښه وروستو پۀ 1948 کښې پۀ بابړه کلي چارسده کښې هم شوې وه او هلته د ډز حکم ورکولو واله او ډز کولو واله بې شکه چې پېرنګيان هم نۀ وو او ا حتجاج کولو واله سره وسله هم نۀ وه خو د افسوس خبره دا وه چې دوي کښې يو کس هم د ډز نه انکار و نۀ کړو، ځکه چې دوي د خپلې نوکرۍ فکر کولو او د انسانيت مظاهره ئې نۀ کوله؛ خو ولې ګړواليانو د انسانيت مظاهره وکړه او وئيل ئې چې مونږ پۀ بې وسلې خلکو ډزې نۀ کوو[. پۀ دغه اووۀ شپېتو (67) فوځيانو پۀ ممبۍ کښې مقدمه وچلېدله، د اوولس فوځيانو کورټ مارشل وشو او مختلف قسمه سزاګانې ورته ورکړې شوې. حوالدار مېجر چندرا سنګهـ ته يوولس کاله قېد ورکړے شو ]د دۀ متعلق ګاندهي جي وئيل چې کۀ چرې مونږ سره يو بل چندرا سنګهـ بنډهاري ؤ نو مونږ به ازادي ډېره مخکښې اخستې وه[ .

    دغه شان د ګړواليانو فوځيانو د انکار نه وروستو پېرنګي فوځيانو د يوولس بجو نه تر دوه بجو پورې مسلسل ډزې کولې. فوځ پۀ ټول ښار کښې خورېدل او قبضه کول غوښتل خو ايله د چوک يادګار پورې علاقه ئې قبضه کړه او پۀ ټول ښار کښې ئې مارشل لاء جاري کړه. ډپټي کمشنر او چيف کمشنر ته اطلاع را رسېدلې وه چې د پېښور د خونرېزۍ او ظلم پۀ قبائلي پښتنو ډېر بد اثر شوے دے او هغوي د خپلو پښتنو مسلمانانو وروڼو او د نورو مظلومانو د بدل اخستو تيارے کوي او زر ده چې پۀ ښار او چاوڼۍ حمله وکړي. دې خبرې سره پېرنګے سرکار فکرمند شو او درې ورځې پس ئې فوځ د ښار نه واپس وبللو. کاروبار پۀ ښار کښې شروع شو، ولې خلک ډېر خفه وو.

    د پښتونخوا اولس ډېر پۀ فکر کښې ؤ چې څۀ وکړي؟ ځکه چې عمومي حالت ډېر خراب ؤ، مرګ او ژوبله ډېره زياته شوې وه. څۀ مړي د اټک سيند کښي لاهو کړے شو، پينځۀ سوه زخميان چې لېډي رېډنګ هسپتال کښې داخل کړے شوي وو، پۀ هغې کښې 47 پۀ هسپتال کښې ښخ کړے شول. ډېر مړي کوم چې د کانګرس والنټېرانو منډي بېري ته راوړي وو، هغه پۀ مختلف جماعتونو او د ښار پۀ مقبره کښې دفن کړے شول. ډېر هندوان وسوزولے شو. پۀ دې شهيدانو کښې اکثر خلک د کلو بانډو، د غېر علاقې او کابل وغېره وو؛ ځکه د هغوي نومونه چا ليکونکي نۀ دي ذکر کړي. صرف د هغې کسانو نومونه ذکر کړے شوي دي چې د ښار اوسېدونکي وو.

    خو پۀ “دي فرنټئير ټرېجډي” کښې راځي چې کوم مړي د خلافت کمېټۍ د اېمبولنس رضاکارانو اوچت کړي دي، د هغې شمير اويا ؤ او پۀ سوونو زخميان وو او د هسپتال نه ئې هغوي بهر را وښکل او زخميان چې کله پۀ هسپتال کښې ډېر شول او د هسپتال د عملې نه حالات قابو کېدے نۀ شول نو د هسپتال نه بهر د کورونو د بالکونو نه خلکو وليدل چې ډېر زخميان ئې پۀ ډزو وويشتل او کوم د اېمبولنس رضاکار چې پينځۀ کسان دننه وو، هغه ئې هم وويشتل چې دوي هم بهر لاړ نۀ شي او د دې خبرې چا ته پته و نۀ لګي. بله خبره چې څنګه عبدالاکبر خان اکبر ليکلي دي چې ډېر کسان ئې د اټک پۀ سيند کښې لاهو کړي وو نو لوستونکي دې اندازه ولګوي چې څومره بنديان شهيدان شوي وو او څومره زخميان وو!!! او د بلې خبرې نه هم د پېرنګي سرکار درغلي واضحه ده او هغه دا چې ډاکټر خان صاحب ئې هم د زخميانو علاج کولو ته نۀ پرېښودو؛ نو چې کله يو ډاکټر د علاج کولو نه منع کړے شو نو څۀ چل خو ؤ.

    عبدالاکبر خان اکبر چې د کومو شهيدانو نومونه پۀ خپل کتاب کښې ذکر کړي دي، هغه دا دي:

    بابو عبدالصمد خان محله باجوړي، عبدالحکيم خان کريم پوره، سردار رکها سنګهـ چکه ګلي، عبدالحکيم نانبائي، محمد عثمان، مکرم خان سواتي، موتي لال سرامير، لعل رحمان پکه ملنګان، زېور احمد طالب علم، عبدالجليل محله جټان، ملک شاه د ککړان، خوګل، سوبها سنګهـ هوتي مردان، جوګندرلال بنو، سدهېر کش چکه ګلي ، اوتار سنګهـ، مظفر علي )مسافر(، شاد محمد )مسافر(، افسر علي )مسافر(، عبدالحميد ګلاب خانه، پير محمد ګلاب خانه، محمد عالم پېښور، صفدر کچاوړي، مستقيم ککړان، عبدالله خان )مسافر(، پهلوان ګل )مسافر(، محمد اشرف نمک منډي، غلام جان شېخان، داود هزار خواني ، رمضان نمک منډي، فضل دين ضلع هزاره، محمد افضل )مسافر(، فضل محمد سراې شهباز، اغا محمد ډبګري، محمد دين کچي محله، دلاور )مسافر(، اکرم )مسافر(، غفور هزار خواني، زائد الله، اکرم شاه د ډهکي ، عبدالودود چکه ګلي، فقير محمد ګنج پېښور، داد ګل پېښور، ملک ګنج سوتي خان، مستقيم اچيني پايان، رام چند )مسافر(، لال سنګهـ )مسافر(، يسونت سنګهـ ولد شېر سنګهـ چکه ګلي پېښور.

    عبدالاکبر خان اکبر پۀ خپل کتاب کښې ليکي چې څۀ وخت د پېښور دا خونرېز داستان پېښور جېل ته د حوالاتيانو پۀ ذريعه ورسېدو نو پېښور جېل کښې د فساد اندېښنه پېدا شوه. پۀ دې وجه ټول سياسي خلک ئې د بالاحصار قلعې ته راوستل او هلته د شپې شپې اکبر علي خان ډپټي سپرنټنډنټ پوليس مسټر مېلس اے ډي اېم ته ئې پېش کړل. هغۀ چا له دفرنټئير کرائمز ريګولېشن لاندې سزاګانې ورکړې او بعضې لکه مولانا عبدالرحيم پوپلزے او رحيم بخش غزنوني له ئې نهه نهه کاله سزا ګانې ورکړې او ګجرات جېل ته ئې ولېږل.

    د ګړواليانو د فوځ انکار نه پس پۀ ښار کښې ګوراو او د پونا پارس رساله مقرر شوې وه، ولې د دې وېرې چې هسې نۀ قبائل حمله وکړي، چيف کمشنر بولټن دا فوځ د ښار نه وويست. د فوځ جرنېل او د پوليس جرنېل ائس مېګر دهلي ته اطلاع ورکړه چې پېښور باغي شوے دے او بولټن انتظام نۀ کوي؛ نو هم پۀ دغه وجه د مرکزي حکومت هوم سېکرټري سره د عملې پۀ هوائي جهاز کښې بې خبره راغے، د ګورنمنټ هاوس نۀ ئې د پوليس ګېره واچوله او چيف کمشنر ئې يواځې راولپنډۍ ته ورسولو، ښځه ئې دلته کښې پاتې شوه. بولټن پۀ ډېره بې عزتۍ د پېښور نه رخصت شو اواستعفٰي ئې ترې واخسته.

    نوي کمشنر د راتلو سره بيا فوځ ښار ته را ولېږلو او د کانګرس مشران ئې ګرفتار کړل. د ګرفتارو غړو نومونه دا دي:

    سردار عبدالرب نشتر، پير بخش خان، عبدالعزيز خوشباش، کاهن سنګهـ، محمد عثمان شنواري، حاجي کرم الٰهي، ماسټر امير چندر رنګين، ګلاب سنګهـ، قائم شاه، وزير محمد تجار، اتن چند، فقير چند، اچرج رام، ماسټر شېر علي ، الله بخش يوسفي، ډاکټر ګېلاني، مهاشه کرشن، ايډيټر اېډوکېټ مفتي مير احمد.

    پير بخش خان له يو کال سزا ورکړ ې شوه، د ډېره اسماعيل خان جېل ته ئي ولېږلو او پۀ نورو ئې د غازي اېکټ د لاندې مقدمه چلول شروع کړل او د حاجي صاحب ترنګزۍ سره د هغوي تړون ئې ثابتولو، ولې ثابت ئې نۀ کړے شو او هغوي ئې د شپږ شپږ مياشتو نه تر اووۀ اووۀ کالو پورې قېد کړل. د خدائي خدمتګارانو جرګې، د کانګرس کمېټي او نوجوان بهارت سبها)نوجوانان سرحد (ئې خلاف قانون و ګرځول.

    يوې بلې خبرې ته ستاسو پام ګرځول غواړم؛ هغه دا چې عاشق حسېن مېوه فروش د قصه خوانۍ د شهيدانو پۀ ياد کښې يادګار جوړ کړو او پۀ دې د نوجوان بهارت سبها زلمو يو جلوس او عظيم الشانه جلسه وکړه. دا اولنۍ جلسه وه چې پۀ يادګار وشوه. بيا پېرنګي سرکار عاشق حسېن د جېلخانې نه را وويستو او پۀ زور ئې پرې د يادګار د ورانولو د پاره بېلچه اوچته کړه، هغۀ لا ګزار نۀ ؤ کړے چې تصوير ئې ورله واخستو او بيا د ورانولو نور کار پوليس پۀ خپله وکړو.

    اوس لږ د دې پېښې جاج اخستل ضروري ګڼم چې دې پۀ پښتنو څۀ اثر وکړو – وړومبے اثر ئې دا ؤ چې يو طرف ته اولس کښې د نېشنلزم جذبه را بېداره شوه نو بل اړخ ته خدائي خدمتګار تحريک هم دوام وموندلو – خو دا خبره د يادولو وړ ده چې خدائي خدمتګارۍ څۀ پۀ اسانه دوام نۀ ؤ موندلے، دا د هغو سزاګانو او ظلمونو نتيجه وه کوم چې ئې دوي يعني خدائي خدمتګارو باندې وکړل. داسې سزاګانې ئې ورکړې وې چې دلته ئې پۀ ليک کښې راوستلے شم خو د وئيلو نۀ وې. خو خدائي خدمتګارو داسې پۀ بهادرۍ او مړانه هغه ظلمونه او سزاګانې وزغملې چې پېرنګے ورته حېران پاتې شو او تحريک دومره پۀ زور او شور کښې روان ؤ چې يواځې پۀ پېښور سنټرل جېل کښي د سياسي قېديانو تعداد درې زره پينځۀ سوه (3,500) ؤ او هغه هم د دوو مياشتو پۀ لږ وخت کښې. هم دغه شان ډېر کسان ئې پۀ قلعه بالا حصار کښې قېد کړل. خو دلته دا خبره د ستائينې وړ ده چې دا ټول ئې پۀ يوه ورځ نۀ وو نيولي بلکې خلک چې به د باچا خان او د هغۀ د نورو ملګرو خدائي خدمتګارانو د ګرفتارۍ نه خبرېدل نو د پېرنګي سرکار پر ضد به احتجاج ته راوتل او ګرفتاري به ئې ورکوله خو پېرنګي سرکار څوک هم نۀ معاف کول او هره هغه سزا به ئې ورکوله کومه چې د يو مهذبه قوم طريقه نۀ وه – د مثال پۀ توګه به د يو څو سزاګانو ذکر وکړو – خو يوه خبره بله هم ډېره ضروري ده او هغه دا چې باچا خان سره د ډېرو ملګرو پۀ جېل کښې ؤ خو د جېل نه بهر ملګرو د عدم تشدد او خدائي خدمتګارۍ پۀ اصولو ډېر پۀ سختۍ عمل وکړو او دغه شان د خدائي خدمتګار تحريک اولسي مرسته دومره توانمنه شوه چې ورځ پۀ ورځ به احتجاجونه او ګرفتارۍ ډېر پۀ ګڼ شمېر کښې کېدې او لکه څنګه چې فضل زمان شلمان هم پۀ خپل کتاب کښې ذکر کړے دے چې پېرنګے سرکار اخر مجبور شو او خدائي خدمتګار تحريک ئې پۀ 24 اکتوبر 1931 غېر قانوني وګرځولو او هم دغه شان د خدائي خدمتګارو پۀ غونډو کولو، د دوي پۀ سرو جامو ساتلو او اغوستلو ئې هم بندېز ولګولو، خو د افسوس خبره دا وه چې د تهذيب دعوېدار پېرنګي د خدائي خدمتګارو شنۀ فصلونه هم تباه کړل او ورسره ورسره ئې د خدائي خدمتګارۍ د ختمولو د پاره پۀ خدائي خدمتګارو نا روا ظلمونه شروع کړل او دوي نه به ئې جامې وکښلې او بيا به ئې وهل. يوه بله سزا چې د هغې باچا خان هم ذکر کړے دے او ما ته زمونږ د خېشکو عبدالوهاب کاکا ]بابوني کاکا[ هم پۀ مرکه کښې وئيلي وو، هغه دا چې خدائي خدمتګارو ته به ئې داسې سزاګانې ورکړې چې دوي به بيا وادۀ نۀ شو کولے او وئيل به ئې چې د پښتنو نسل ختموو او چې کله به دغه خدائي خدمتګار بې هوشه شول نو بيا به ئې د سخا اوبو ډنډونو ته وغورځول. هم دغه شان د ساقي صاحب د وېنا مطابق پۀ 1932 کښې د هري پور جېل کښې د خدائي خدمتګارو شمېر ديارلس زره ؤ.

    د دې پېښې دوېم اثر دا وشو چې پښتانۀ د پېرنګي خلاف نور هم پۀ جوش سره را اوچت شول او دغه شان نورې پېښي هم وشوې چې حالات ورسره د پېرنګي د پاره نور هم کړکېچن شول – لکه د ټکر پېښه، د چارسدې د پړانګو پېښه او د هتهي خيلو پېښه؛ د دغو ټولو پېښو ذکر داسې دے –

    د لوند خوړ/ د ټکر جلسې او شهيدان:

    پۀ پينځمه مۍ 1930 لارډ ارون يواآرديننس جاري کړو چې جلسې جلوسونه به بند وي. پۀ شپږمه مۍ 1930 خادم محمد اکبر، غلام محمد خان، محمد عباس خان، سالار ربنواز خان، پير علي بادشاه، پير ممتاز خان دا فېصله چې سول نافرماني او د حکومت دا حکم به ماتوو چې جلسې دې نۀ کېږي، نو پۀ يوولسمه مۍ 1930 پۀ لوند خوړ کښې يوه لويه جلسه وشوه، ولې غلام محمد خان ئې د جلسې نه مخکښې ګرفتار کړو او د دۀ حجره ئې وسوزوله. محمد زرين خان، امير نواب خان، فردوس خان ]چې د لوند خوړ معزز خانان وو[ ئې ګرفتار کړل او نورې ډېرې ګرفتارۍ ئې هم وکړې. لائسنس دارې وسلې هم ضبط کړې شوې چې ډېره د حېرانتيا خبره وه. د ټکر جلسه پۀ 28 مۍ 1930 کېدونکې وه چې امين ګل کاکا د سالار شمروز خان پلار او معظم خان چې د دې کلي او د جلسې مشران وو، هغوي ئې هم ګرفتار کړل. خلک ډېر وو او فوځ د جلسې نۀ کولو او د خلکو د خورېدو حکم ورکړو، ولې خلک پۀ ځاے ولاړ وو او ګولۍ پرې وچلېدې. د معظم خان او امين ګل کاکا حجرې ئې پۀ اٰتشي بمونواوسوزولې. د دغې تپې مشران شمروز خان او معظم خان، شهزاده پير عاصم ئې پۀ هتکړو کښې روان کړل نو دوي پۀ لارو کښې د تلو نه انکار وکړو؛ وئیل ئې مونږ درسره پياده ځو. دوي پياده روان شو او خلک به ورسره کلي پۀ کلي شاملېدل او تخت بهائي سره د خلکو شمېره زرګونو ته ورسېده. ګجرو ګړهۍ سره اسسټنټ کمشنر مسټر هے او اېس پي مسټر مرفي هم ور ورسېدل او رسېدو سره ئې د لاټهي چارج حکم ورکړو او پۀ خپله ئې هم ګزارونه شروع کړل او پۀ جلوس دننه ورننوتلو خو پۀ دغه وخت کښې سيلۍ او طوفان راغلل او چا هم څوک نۀ ليدل خو ولې حالات نور هم خراب شول او پۀ دغه مسټر عرفي باندې چا پۀ تماچه پۀ سر ګزار وکړو او سيلۍ سره خلک خوارۀ شول. اسسټنټ نور فوځ را وغوښتلو او نيولے شوي مشران ئې مردان جېل ته وليږل او بيا ئې شپږ شپږ مياشتې قيد کړل.

    پۀ چارسده کښې د حبيب ګل)حبيب نور( پېښه:

    دغه شان يوه بله پېښه هم شوې وه چې د پېرنګي سرکارد ظلمونو زياتيو د وجې نه د قبائلو يو زلمي چې حبيب ګل نوم ئې ؤ او د حاجي صاحب ترنګزئ او د مجاهدينو سره ئې تعلق لرلو، هغۀ چې کله د پړانګو کلي محاصره وليدله او پۀ خصوصي توګه ئې د هاړ جېټ پۀ ګرمۍ کښې پۀ تودو شګو کښې د خلکو ښخول وليدل او ورسره ورسره چې د ټکر د پېښې نه خبر شو نو د چارسدې پۀ اسسټنټ کمشنر ئې ډزې وکړې خو درې کالتوس پوچ شول او دے ئې ونيولو ]دے وروستو بيا د حبيب ګل غازي اوهم د حبيب نور پۀ نامه ډېر مشهور شو.[ خو د افسوس خبره دا ده چې پۀ دغه حبيب ګل ئې پۀ څليريشت ګېنټو کښې دننه د غازي اېکټ د لاندې مقدمه وچلوله او پهانسي ئې ورکړه. کۀ لږ غور وکړے شي نو دا د تهذيب د دعوېدارو هغه فېصله وه چې صرف او صرف د پېرنګي استعمار مفاد ته د تحفظ ورکولو د پاره ئې وکړه او دغه غازي اېکټ ئې هم د نړۍ پۀ مخ د ډېر شرمېدو نه وروستو واپس واخستلو – يعني دا ئې ومنله چې د دوي دغه طريقه غلطه وه.

    پۀ پړانګو چارسده کښې خدائي خدمتګارانو ته د سزا ورکولو پۀ وخت يو ماشوم )سجاول( هم ؤ؛ هغۀ ته ئې هم ووې چې معافي به غواړې ګنې سزا به درته ملاوېږي. نو هغه هم د چا خدائي خدمتګار بچے ؤ، لوے الله ورله جذبه توانه کړه؛ هغۀ ورته هم انکار وکړو نو هغۀ ته ئې هم سزا ورکړه خو چې څنګه ئې وړومبے ګزار ورکړو نو ظاهره خبره ده چې ماشوم ؤ نو هغۀ چغه ووهله چې “اے خدايه!” – نو دغه بې رحمه پېرنګي براډلے ورته وې چغې ولې وهې، راوله هغه خداے دې چې اوس دې را نه خلاص کړي!!! الله حوصله ورکړه، هغه ماشوم د نورو ګزارونو سره هډو غږ و نۀ کړو.

    پۀ پېښور کښې د يو سردار پېښه:

    پۀ 31 مۍ 1930 پۀ ښار کښي لا هغسې فوځ پروت ؤ. د کابلي دروازې سره د ميونسپلټي هال د پاسه د ګورا فوځ يوه دسته متعين وه. سردار سنګهـ سره د خپلې ښځې او د دوو بچو پۀ دغه لار تېريدو چې ګورا فوځ پرې ډزې وکړې. دواړه بچي ئې پۀ هغه ځاے مړۀ شول، ښځه ئې زخمي شوه او دا خبره لکه د اور پۀ ټول ښار کښې خوره شوه. خلک د حکيم عبدالجليل ندوي پۀ مشرۍ کښې د جلوس پۀ شکل کښې راغلل او دغه مړي ئې اوچت کړل او روان شول. خو ولې چې څۀ وخت جلوس د سيټهيانو محلې ته ورسېدو، دغلته ورته د پېرنګي فوځ دسته را مخامخ شوه. دغه وخت ورته د جلوس مشر ور وړاندې شو او ورته ئې ووئيل چې دا مړي دي او دا مونږ کفن دفن د پاره وړو خو د هغې باوجود پېرنګي فوځ پرې ګولۍ وورولې او يوولس کسان پۀ کښې شهيدان شول او شل پکښې زخميان شول.

    د دې پېښې درېم اثر دا ؤ چې د پېرنګي سرکار هغه دعويٰ هم غلطه ثابته شوه کومه چې هغوي کوله چې مونږ د دې ځاے خلکو کښې د تهذيب ماده پېدا کوو. داسې کارونه ئې وکړل چې د هغې نه دا ثابته شوه چې دوي دلته د خپل غرض د پاره راغلي وو او د دوي مقصد نۀ شعور ورکول وو او نۀ د تهذيب طريقې ښودل؛ بلکې هغوي پښتانۀ صرف د خپل مطلب د پاره استعمالول غوښتل.

    د دې پېښې څلورم اثر دا ؤ چې دې پېښې پۀ پښتو ادب پۀ خصوصي توګه خپل اثر پرېښودو او د دغې اثر لۀ کبله پښتنو ليکوالو د خپل قلم داسې استعمال وکړو چې د پېرنګي د تېښتې پورې د خدائي خدمتګار تحريک د وجود يو اندام ګڼلے کېدو. امير نواز خان جليا د “درد” پۀ نوم يوه ډرامه وليکله او پۀ سټېج د اولس مخکښې پېش کړې شوه او داسې اثر ئې وکړو چې نزدې وه چې کتونکو کښې ناست کسانو نه پۀ يو کردار [ايکټر] باندې ډز شوے وے خو نزدې ناست ملګرو پوې کړو چې دا خو ډرامه ده. د ډرامې پېش کېدو نه وروستو نا وخته پېرنګي سرکار ټول اداکاران او جليا خان ونيول او بنديوان ئې کړل او ډرامه ئې هم ضبط کړه.

    هم دغه شان ”خدائي خدمتګار” ډرامه هم فضل کريم کاکا وليکله او ډېر پۀ ښۀ شان سره پېش شوه. پۀ هغې هم پابندي ولږېدله خو ولې د ډرامو د ليک دغه سلسله پۀ مخکښې روانه وه او نورو ليکوالو پۀ کښي خپله خپله برخه واچوله. پۀ دغو نامتو ليکونکو کښې عبدالاکبر خان اکبر، عبدالخالق خليق او فضل رحيم ساقي د يادولو وړ دي. د ټولو نه اخر کښې چې کومه ډرامه وليکلې شوه د هغې نوم ؤ “جونګړه” او هغه عبدالاکبر خان اکبر پۀ 1945 کښې ليکلې وه.

    د نثر ليکلو سره سره شاعرانو هم دې طرف ته نظر واچولو او ډېر د اثر نه ډک شعرونه او نظمونه ئې وليکل او هم دغه شان پۀ دغه ډرامو او نظمونو او شعرونو کښې د پېرنګي سرکار بد مخ ئې پۀ مختلفو رنګونو کښې اولس ته ښکاره کړو. عن تر دې چې پۀ يو نظم کښې فضل رحيم ساقي د دغې خونړۍ پېښې پوره تفصيل داسې بيان کړو چې پکښې ئې د ټولو ورکړې شوو سزاګانو ذکر وکړو او پښتنو ته ئې غېرت هم ور واچولو چې راپاڅئ او خپل ځان او خپلې مور )خاورې( باندې ننګ وکړئ او د پېرنګي خلاف اواز اوچت کړئ.

    پۀ لنډو ټکو کښې به دا خبره پۀ دې ځاے ختمه کړو چې د قصه خوانۍ دې خونړۍ پېښې سره د پېرنګي سرکار د تهذيب ټولې دعوې هم غلطې ثابت شوې او د پښتنو د وطن سره مينه او د وطن پۀ نامه د سر قرباني ورکول نور هم سېوا شول او جذبه ئې داسې توانه شوله چې هغې پښتون نور هم پۀ مخکښې بوتلو او دا د هغه قربانيو برکت ؤ چې پېرنګي د هند نه خپله کډه وتړله.

    دا خاوره د وطن د شهيدانو امانت دے
    ساتلے دا وطن مو د سرونو پۀ قيمت دے
    دا خاوره د سر تېرو افغانانو ملکيت دے
    بنياد د پښتنو د عظمتونو عمارت دے

    يادګيرنه:

    دا مضمون د ازادۍ د جنګ ټولو معلومو او ورکو شهيدانو او هغه ماشوم سجاول ته ډالۍ چا چې د پېرنګي استعمار پر ضد خپل اواز پورته کړے دے او هر ظلم ، زياتے او سزا ئې زغملي دي خو د خولې نه ئې د افسوس اٰه نۀ دے وتلے؛ د اازادۍ تحريک ته ئې جلا ور بخښلې ده او د پښتنوحوصله ئې توانه کړې ده.

    ډاکټر اسفنديار دراني

    د قصه خوانۍ پېښه:

    د پښتنو بېداري او د پېرنګي سرکار د تهذيب دائره

    د تاريخ پۀ پاڼو کښې داسې پېښې موجودې دي چې هغه د انسانيت د تقاضو پۀ محال پۀ ښو الفاظو کښې نۀ دي يا دې شوې. پۀ دغو پېښو کښې يوه پېښه د قصه خوانۍ پېښه هم ده چې د پښتنو پۀ تاريخ کښې پۀ خونړۍ پېښه ياديږي. هم پۀ دې پېښه کښې د پښتنو قتل عام وشو او داسې بې دردۍ سره ئې ووژل چې پېرنګي سرکار د تهذيب کومه دعوه لرله، هغه ئې غلطه ثابته شوه.

    دا وطن مې څۀ پۀ سوال ګټلے نۀ دے

    هر يو کاڼے ئې زما پۀ وينو رنګ دے

    پېښه:

    پۀ اپريل 1930 کښې چې کله انډين نېشنل کانګرس د مکمل آزادۍ اعلان وکړو نو موهن داس کرم چند ګاندهي د”سول نافرمانۍ” اعلان وکړو او د دغې سول نافرمانۍ کاميابولو د پاره ئې د خدائي خدمتګار تحريک مشر خان عبدالغفار خان ته درخواست وکړو چې پۀ دغه سول نافرمانۍ کښې مر سته وکړي نو هغوي هم دغه شان وکړل او يوه غونډه وشوه چې پۀ هغې کښې د کانګرس غړو او د خلافت کمېټۍ غړو شرکت وکړو. پۀ غونډه کښې دغه فيصله وشوه چې پۀ عامه توګه به د حکومت خبره نۀ منلې کېږي، يعني نافرماني به کېږي.

    د خدائي خدمتګارانو کانفرس 19)اپرېل( نه وروستو پۀ 21 اپرېل دا فېصله وکړه چې پۀ 23 اپرېل به سول نافرماني شروع کېږي. پۀ دې اجلاس کښې سيد اٰغا لال بادشاه، علي ګل خان، مولانا عبدالرحيم پوپلزئ، خاطر، ډاکټر ګهوش، غلام رباني سيټهي، رحيم بخش غزنوي، الله بخش برقي، عبدالرحمان ريا، مهراج ګهمنډي، منور حسېن مومند، لاله پيرا خان، ديوان روشن لال، کانګرس کمېټۍ او نوجوان بهارت سبها دواړو د سول نافرمانۍ تيارے شروع کړو. پۀ دې ورځ د منور حسېن پۀ تجويز مولانا عبدالرحيم پوپلزئ پۀ بهارت سبها کښې شامل ؤ. د دۀ پۀ وجه پۀ بهارت سبها کښې نوے ژوند پېدا شو. دے د بهارت سبها صدر منتخب شو نو د احتجاجونو کولو مشر ئې مولانا عبدالرحيم پوپلزئ وټاکلو.

    کانګرس کمېټۍ د “وار کمېټي” (War Committee) يعني د جنګي ټولي ټاکنه پۀ يو پټ اجلاس کښې وکړه خو د دې اطلاع حکومت ته ور رسيدلې وه. حکومت د کارکنانو د ګرفتارۍ انتظام د شپې وکړو. کانګرس هم دا فېصله کړې وه چې ګرفتاري به د شپې نۀ ورکوو؛ ولې دا اطلاع ټولو ممبرانو ته نۀ وه رسېدلې او پۀ دې وجه اکثر کارکنان د شپې ګرفتار کړے شول.

    پۀ دوه ويشتم اپرېل 1930 پېرنګي سرکار عبدالغفار خان ونيولو او وجه ئې دا وښودله چې د سرکار خلاف کار کوي او اولس د سرکا خلاف را اوچتوي. خو د حېرانتيا خبره دا وه چې د دغه وخت د پېښور ډپټي کمشنر د صوبې د پوليس انسپکټر جنرل ته خپلو درېو رپورټونو کښي ليکي چې خان عبدالغفار اولس کښې د حکومت خلاف خبرې کوي خو ما )ډپټي کمشنر( د سب انسپکټر داسې څۀ رپورټ نۀ دے ليدلے چې د هغې نه دا ثابته شي چې عبدالغفار خان چرته تلے دے او اولس ته ئې داسې څۀ خبرې کړې دي او کۀ داسې څۀ رپورټ وي نو چيف کمشنر وائي چې زۀ )يعني چيف کمشنر ( ئې ليدل غواړم. د دغې خبرې اندازه د لانديني پيرګراف نه لګېدې شي:

    “You describe him in your note as preaching a gospel of discontent and of resistance to Government and the chief commissioner would like to know the ground for this statement. I have not seen any report from the sub inspector who seems to have accompanied Abdul Ghaffar Khan on his tour, and these might throw light on the matter. The chief commissioner would like to see these if they are available.”

    ياده دې وي چې دغه پورته انګريزي ليک د 15 اپريل 1930 دے او د 16 اپرېل او 22 اپريل 1930 نور رپورټونو کښې هم دغه شان خبرې ذکر دي خو دلته د لوستونکو د پاره صرف دغه يو د مثال پۀ توګه پېش شو.

    لکه څنګه چې مخکښې ذکر وشو چې زياتره ملګري د شپې نيولے شوي وو، صرف الله بخش برقي او غلام رباني سيټهي پۀ دفتر کښې وو چې د لوے بازار ګهنټه ګهر سره وو، ګرفتار کړے شول. د پوليس لارۍ د ميونسپلټۍ دفتر سره ولاړه وه، دوي ئې پياده تر هغې پۀ هتکړو کښې بوتلل چې دغه وخت پۀ زرګونو خلک را جمع شوي وو او د يو جلوس شکل ئې اختيار کړے ؤ. دوي چې ئې لارۍ کښې کښېنول، خلکو د لارۍ ټائرونه پنچر کړل. غلام رباني پوليس ته ووئيل، تاسو فکر مۀ کوئ، مونږ به پۀ خپله کابلۍ تهاڼې ته لاړ شو. دوي نه پوليس هتکړۍ وويستې نو دوي مخکښې وو او خلک ورپسې وو. کابلۍ تهاڼې ته چې ورسېدل نو خلک نور هم زيات شوي وو او د حوالاتيانو ليډرانو د رهايۍ مطالبه ئې کوله – خو دغه وخت خلک د پوليس د کنټرول نه بهر شو. پوليس ډپټي کمشنر ته د فوځ رالېږلو د پاره ټيليفون وکړو. خلکو د “انقلاب زنده باد” نعرې وهلې او د رهايۍ مطالبه ئې کوله. پۀ دغه وخت کښې يو فوځي پۀ موټر سائيکل سور پۀ تېزۍ کابلۍ تهاڼې ته را ورسېدو او وسوندي رام نومې هندو ئې پۀ موټر سائيکل ووهلو او نور ئې هم زخميان کړل. پۀ دې خلک نور هم پۀ جوش کښې راغلل.

    د څلور کارونو وروستو يو موټر سائيکل راغے، عبدالرحمان مالي نومې يو ځوان پۀ تبر داسې ګزار ورکړو چې هم هغلته ئې سوړ کړو او د موټر سائيکل ټېنکۍ ته ئې اور ولګولو چې د ډرائيور سره هغه هم پۀ ځاے ايري شو.

    د ګړواليانو سکوارډن ته پېرنګي کپتان رېکټس (Rickets) د ډز کولو اٰرډر ورکړو او وې وئيل چې‘Garhwal rifles! three rounds fire!’ خو ولې د هغوي مشر حوالدار مېجر چندرا سنګهـ بنډهاري د ډز کولو نه انکار وکړو او سمدستي ئې خپل سکوارډن ته ووې، “Garhwal rifles! Ceasefire!” يعني “ګړواليانو! ډز و نۀ کړئ!”

    د دې انکار سره دغلته موجود اولس کښې جوش نور هم را برڅېره شو، ځکه چې دغسې کار يعني د پېرنګي افسر د حکم نه انکار تر دغه وخت پورې چا هم نۀ ؤ کړے. دا پۀ تاريخ کښې پۀ وړومبني ځل وو. ]دا خبره دې ياده وي چې دغه شان يوه بله پېښه وروستو پۀ 1948 کښې پۀ بابړه کلي چارسده کښې هم شوې وه او هلته د ډز حکم ورکولو واله او ډز کولو واله بې شکه چې پېرنګيان هم نۀ وو او ا حتجاج کولو واله سره وسله هم نۀ وه خو د افسوس خبره دا وه چې دوي کښې يو کس هم د ډز نه انکار و نۀ کړو، ځکه چې دوي د خپلې نوکرۍ فکر کولو او د انسانيت مظاهره ئې نۀ کوله؛ خو ولې ګړواليانو د انسانيت مظاهره وکړه او وئيل ئې چې مونږ پۀ بې وسلې خلکو ډزې نۀ کوو[. پۀ دغه اووۀ شپېتو (67) فوځيانو پۀ ممبۍ کښې مقدمه وچلېدله، د اوولس فوځيانو کورټ مارشل وشو او مختلف قسمه سزاګانې ورته ورکړې شوې. حوالدار مېجر چندرا سنګهـ ته يوولس کاله قېد ورکړے شو ]د دۀ متعلق ګاندهي جي وئيل چې کۀ چرې مونږ سره يو بل چندرا سنګهـ بنډهاري ؤ نو مونږ به ازادي ډېره مخکښې اخستې وه[ .

    دغه شان د ګړواليانو فوځيانو د انکار نه وروستو پېرنګي فوځيانو د يوولس بجو نه تر دوه بجو پورې مسلسل ډزې کولې. فوځ پۀ ټول ښار کښې خورېدل او قبضه کول غوښتل خو ايله د چوک يادګار پورې علاقه ئې قبضه کړه او پۀ ټول ښار کښې ئې مارشل لاء جاري کړه. ډپټي کمشنر او چيف کمشنر ته اطلاع را رسېدلې وه چې د پېښور د خونرېزۍ او ظلم پۀ قبائلي پښتنو ډېر بد اثر شوے دے او هغوي د خپلو پښتنو مسلمانانو وروڼو او د نورو مظلومانو د بدل اخستو تيارے کوي او زر ده چې پۀ ښار او چاوڼۍ حمله وکړي. دې خبرې سره پېرنګے سرکار فکرمند شو او درې ورځې پس ئې فوځ د ښار نه واپس وبللو. کاروبار پۀ ښار کښې شروع شو، ولې خلک ډېر خفه وو.

    د پښتونخوا اولس ډېر پۀ فکر کښې ؤ چې څۀ وکړي؟ ځکه چې عمومي حالت ډېر خراب ؤ، مرګ او ژوبله ډېره زياته شوې وه. څۀ مړي د اټک سيند کښي لاهو کړے شو، پينځۀ سوه زخميان چې لېډي رېډنګ هسپتال کښې داخل کړے شوي وو، پۀ هغې کښې 47 پۀ هسپتال کښې ښخ کړے شول. ډېر مړي کوم چې د کانګرس والنټېرانو منډي بېري ته راوړي وو، هغه پۀ مختلف جماعتونو او د ښار پۀ مقبره کښې دفن کړے شول. ډېر هندوان وسوزولے شو. پۀ دې شهيدانو کښې اکثر خلک د کلو بانډو، د غېر علاقې او کابل وغېره وو؛ ځکه د هغوي نومونه چا ليکونکي نۀ دي ذکر کړي. صرف د هغې کسانو نومونه ذکر کړے شوي دي چې د ښار اوسېدونکي وو.

    خو پۀ “دي فرنټئير ټرېجډي” کښې راځي چې کوم مړي د خلافت کمېټۍ د اېمبولنس رضاکارانو اوچت کړي دي، د هغې شمير اويا ؤ او پۀ سوونو زخميان وو او د هسپتال نه ئې هغوي بهر را وښکل او زخميان چې کله پۀ هسپتال کښې ډېر شول او د هسپتال د عملې نه حالات قابو کېدے نۀ شول نو د هسپتال نه بهر د کورونو د بالکونو نه خلکو وليدل چې ډېر زخميان ئې پۀ ډزو وويشتل او کوم د اېمبولنس رضاکار چې پينځۀ کسان دننه وو، هغه ئې هم وويشتل چې دوي هم بهر لاړ نۀ شي او د دې خبرې چا ته پته و نۀ لګي. بله خبره چې څنګه عبدالاکبر خان اکبر ليکلي دي چې ډېر کسان ئې د اټک پۀ سيند کښې لاهو کړي وو نو لوستونکي دې اندازه ولګوي چې څومره بنديان شهيدان شوي وو او څومره زخميان وو!!! او د بلې خبرې نه هم د پېرنګي سرکار درغلي واضحه ده او هغه دا چې ډاکټر خان صاحب ئې هم د زخميانو علاج کولو ته نۀ پرېښودو؛ نو چې کله يو ډاکټر د علاج کولو نه منع کړے شو نو څۀ چل خو ؤ.

    عبدالاکبر خان اکبر چې د کومو شهيدانو نومونه پۀ خپل کتاب کښې ذکر کړي دي، هغه دا دي:

    بابو عبدالصمد خان محله باجوړي، عبدالحکيم خان کريم پوره، سردار رکها سنګهـ چکه ګلي، عبدالحکيم نانبائي، محمد عثمان، مکرم خان سواتي، موتي لال سرامير، لعل رحمان پکه ملنګان، زېور احمد طالب علم، عبدالجليل محله جټان، ملک شاه د ککړان، خوګل، سوبها سنګهـ هوتي مردان، جوګندرلال بنو، سدهېر کش چکه ګلي ، اوتار سنګهـ، مظفر علي )مسافر(، شاد محمد )مسافر(، افسر علي )مسافر(، عبدالحميد ګلاب خانه، پير محمد ګلاب خانه، محمد عالم پېښور، صفدر کچاوړي، مستقيم ککړان، عبدالله خان )مسافر(، پهلوان ګل )مسافر(، محمد اشرف نمک منډي، غلام جان شېخان، داود هزار خواني ، رمضان نمک منډي، فضل دين ضلع هزاره، محمد افضل )مسافر(، فضل محمد سراې شهباز، اغا محمد ډبګري، محمد دين کچي محله، دلاور )مسافر(، اکرم )مسافر(، غفور هزار خواني، زائد الله، اکرم شاه د ډهکي ، عبدالودود چکه ګلي، فقير محمد ګنج پېښور، داد ګل پېښور، ملک ګنج سوتي خان، مستقيم اچيني پايان، رام چند )مسافر(، لال سنګهـ )مسافر(، يسونت سنګهـ ولد شېر سنګهـ چکه ګلي پېښور.

    عبدالاکبر خان اکبر پۀ خپل کتاب کښې ليکي چې څۀ وخت د پېښور دا خونرېز داستان پېښور جېل ته د حوالاتيانو پۀ ذريعه ورسېدو نو پېښور جېل کښې د فساد اندېښنه پېدا شوه. پۀ دې وجه ټول سياسي خلک ئې د بالاحصار قلعې ته راوستل او هلته د شپې شپې اکبر علي خان ډپټي سپرنټنډنټ پوليس مسټر مېلس اے ډي اېم ته ئې پېش کړل. هغۀ چا له دفرنټئير کرائمز ريګولېشن لاندې سزاګانې ورکړې او بعضې لکه مولانا عبدالرحيم پوپلزے او رحيم بخش غزنوني له ئې نهه نهه کاله سزا ګانې ورکړې او ګجرات جېل ته ئې ولېږل.

    د ګړواليانو د فوځ انکار نه پس پۀ ښار کښې ګوراو او د پونا پارس رساله مقرر شوې وه، ولې د دې وېرې چې هسې نۀ قبائل حمله وکړي، چيف کمشنر بولټن دا فوځ د ښار نه وويست. د فوځ جرنېل او د پوليس جرنېل ائس مېګر دهلي ته اطلاع ورکړه چې پېښور باغي شوے دے او بولټن انتظام نۀ کوي؛ نو هم پۀ دغه وجه د مرکزي حکومت هوم سېکرټري سره د عملې پۀ هوائي جهاز کښې بې خبره راغے، د ګورنمنټ هاوس نۀ ئې د پوليس ګېره واچوله او چيف کمشنر ئې يواځې راولپنډۍ ته ورسولو، ښځه ئې دلته کښې پاتې شوه. بولټن پۀ ډېره بې عزتۍ د پېښور نه رخصت شو اواستعفٰي ئې ترې واخسته.

    نوي کمشنر د راتلو سره بيا فوځ ښار ته را ولېږلو او د کانګرس مشران ئې ګرفتار کړل. د ګرفتارو غړو نومونه دا دي:

    سردار عبدالرب نشتر، پير بخش خان، عبدالعزيز خوشباش، کاهن سنګهـ، محمد عثمان شنواري، حاجي کرم الٰهي، ماسټر امير چندر رنګين، ګلاب سنګهـ، قائم شاه، وزير محمد تجار، اتن چند، فقير چند، اچرج رام، ماسټر شېر علي ، الله بخش يوسفي، ډاکټر ګېلاني، مهاشه کرشن، ايډيټر اېډوکېټ مفتي مير احمد.

    پير بخش خان له يو کال سزا ورکړ ې شوه، د ډېره اسماعيل خان جېل ته ئي ولېږلو او پۀ نورو ئې د غازي اېکټ د لاندې مقدمه چلول شروع کړل او د حاجي صاحب ترنګزۍ سره د هغوي تړون ئې ثابتولو، ولې ثابت ئې نۀ کړے شو او هغوي ئې د شپږ شپږ مياشتو نه تر اووۀ اووۀ کالو پورې قېد کړل. د خدائي خدمتګارانو جرګې، د کانګرس کمېټي او نوجوان بهارت سبها)نوجوانان سرحد (ئې خلاف قانون و ګرځول.

    يوې بلې خبرې ته ستاسو پام ګرځول غواړم؛ هغه دا چې عاشق حسېن مېوه فروش د قصه خوانۍ د شهيدانو پۀ ياد کښې يادګار جوړ کړو او پۀ دې د نوجوان بهارت سبها زلمو يو جلوس او عظيم الشانه جلسه وکړه. دا اولنۍ جلسه وه چې پۀ يادګار وشوه. بيا پېرنګي سرکار عاشق حسېن د جېلخانې نه را وويستو او پۀ زور ئې پرې د يادګار د ورانولو د پاره بېلچه اوچته کړه، هغۀ لا ګزار نۀ ؤ کړے چې تصوير ئې ورله واخستو او بيا د ورانولو نور کار پوليس پۀ خپله وکړو.

    اوس لږ د دې پېښې جاج اخستل ضروري ګڼم چې دې پۀ پښتنو څۀ اثر وکړو – وړومبے اثر ئې دا ؤ چې يو طرف ته اولس کښې د نېشنلزم جذبه را بېداره شوه نو بل اړخ ته خدائي خدمتګار تحريک هم دوام وموندلو – خو دا خبره د يادولو وړ ده چې خدائي خدمتګارۍ څۀ پۀ اسانه دوام نۀ ؤ موندلے، دا د هغو سزاګانو او ظلمونو نتيجه وه کوم چې ئې دوي يعني خدائي خدمتګارو باندې وکړل. داسې سزاګانې ئې ورکړې وې چې دلته ئې پۀ ليک کښې راوستلے شم خو د وئيلو نۀ وې. خو خدائي خدمتګارو داسې پۀ بهادرۍ او مړانه هغه ظلمونه او سزاګانې وزغملې چې پېرنګے ورته حېران پاتې شو او تحريک دومره پۀ زور او شور کښې روان ؤ چې يواځې پۀ پېښور سنټرل جېل کښي د سياسي قېديانو تعداد درې زره پينځۀ سوه (3,500) ؤ او هغه هم د دوو مياشتو پۀ لږ وخت کښې. هم دغه شان ډېر کسان ئې پۀ قلعه بالا حصار کښې قېد کړل. خو دلته دا خبره د ستائينې وړ ده چې دا ټول ئې پۀ يوه ورځ نۀ وو نيولي بلکې خلک چې به د باچا خان او د هغۀ د نورو ملګرو خدائي خدمتګارانو د ګرفتارۍ نه خبرېدل نو د پېرنګي سرکار پر ضد به احتجاج ته راوتل او ګرفتاري به ئې ورکوله خو پېرنګي سرکار څوک هم نۀ معاف کول او هره هغه سزا به ئې ورکوله کومه چې د يو مهذبه قوم طريقه نۀ وه – د مثال پۀ توګه به د يو څو سزاګانو ذکر وکړو – خو يوه خبره بله هم ډېره ضروري ده او هغه دا چې باچا خان سره د ډېرو ملګرو پۀ جېل کښې ؤ خو د جېل نه بهر ملګرو د عدم تشدد او خدائي خدمتګارۍ پۀ اصولو ډېر پۀ سختۍ عمل وکړو او دغه شان د خدائي خدمتګار تحريک اولسي مرسته دومره توانمنه شوه چې ورځ پۀ ورځ به احتجاجونه او ګرفتارۍ ډېر پۀ ګڼ شمېر کښې کېدې او لکه څنګه چې فضل زمان شلمان هم پۀ خپل کتاب کښې ذکر کړے دے چې پېرنګے سرکار اخر مجبور شو او خدائي خدمتګار تحريک ئې پۀ 24 اکتوبر 1931 غېر قانوني وګرځولو او هم دغه شان د خدائي خدمتګارو پۀ غونډو کولو، د دوي پۀ سرو جامو ساتلو او اغوستلو ئې هم بندېز ولګولو، خو د افسوس خبره دا وه چې د تهذيب دعوېدار پېرنګي د خدائي خدمتګارو شنۀ فصلونه هم تباه کړل او ورسره ورسره ئې د خدائي خدمتګارۍ د ختمولو د پاره پۀ خدائي خدمتګارو نا روا ظلمونه شروع کړل او دوي نه به ئې جامې وکښلې او بيا به ئې وهل. يوه بله سزا چې د هغې باچا خان هم ذکر کړے دے او ما ته زمونږ د خېشکو عبدالوهاب کاکا ]بابوني کاکا[ هم پۀ مرکه کښې وئيلي وو، هغه دا چې خدائي خدمتګارو ته به ئې داسې سزاګانې ورکړې چې دوي به بيا وادۀ نۀ شو کولے او وئيل به ئې چې د پښتنو نسل ختموو او چې کله به دغه خدائي خدمتګار بې هوشه شول نو بيا به ئې د سخا اوبو ډنډونو ته وغورځول. هم دغه شان د ساقي صاحب د وېنا مطابق پۀ 1932 کښې د هري پور جېل کښې د خدائي خدمتګارو شمېر ديارلس زره ؤ.

    د دې پېښې دوېم اثر دا وشو چې پښتانۀ د پېرنګي خلاف نور هم پۀ جوش سره را اوچت شول او دغه شان نورې پېښي هم وشوې چې حالات ورسره د پېرنګي د پاره نور هم کړکېچن شول – لکه د ټکر پېښه، د چارسدې د پړانګو پېښه او د هتهي خيلو پېښه؛ د دغو ټولو پېښو ذکر داسې دے –

    د لوند خوړ/ د ټکر جلسې او شهيدان:

    پۀ پينځمه مۍ 1930 لارډ ارون يواآرديننس جاري کړو چې جلسې جلوسونه به بند وي. پۀ شپږمه مۍ 1930 خادم محمد اکبر، غلام محمد خان، محمد عباس خان، سالار ربنواز خان، پير علي بادشاه، پير ممتاز خان دا فېصله چې سول نافرماني او د حکومت دا حکم به ماتوو چې جلسې دې نۀ کېږي، نو پۀ يوولسمه مۍ 1930 پۀ لوند خوړ کښې يوه لويه جلسه وشوه، ولې غلام محمد خان ئې د جلسې نه مخکښې ګرفتار کړو او د دۀ حجره ئې وسوزوله. محمد زرين خان، امير نواب خان، فردوس خان ]چې د لوند خوړ معزز خانان وو[ ئې ګرفتار کړل او نورې ډېرې ګرفتارۍ ئې هم وکړې. لائسنس دارې وسلې هم ضبط کړې شوې چې ډېره د حېرانتيا خبره وه. د ټکر جلسه پۀ 28 مۍ 1930 کېدونکې وه چې امين ګل کاکا د سالار شمروز خان پلار او معظم خان چې د دې کلي او د جلسې مشران وو، هغوي ئې هم ګرفتار کړل. خلک ډېر وو او فوځ د جلسې نۀ کولو او د خلکو د خورېدو حکم ورکړو، ولې خلک پۀ ځاے ولاړ وو او ګولۍ پرې وچلېدې. د معظم خان او امين ګل کاکا حجرې ئې پۀ اٰتشي بمونواوسوزولې. د دغې تپې مشران شمروز خان او معظم خان، شهزاده پير عاصم ئې پۀ هتکړو کښې روان کړل نو دوي پۀ لارو کښې د تلو نه انکار وکړو؛ وئیل ئې مونږ درسره پياده ځو. دوي پياده روان شو او خلک به ورسره کلي پۀ کلي شاملېدل او تخت بهائي سره د خلکو شمېره زرګونو ته ورسېده. ګجرو ګړهۍ سره اسسټنټ کمشنر مسټر هے او اېس پي مسټر مرفي هم ور ورسېدل او رسېدو سره ئې د لاټهي چارج حکم ورکړو او پۀ خپله ئې هم ګزارونه شروع کړل او پۀ جلوس دننه ورننوتلو خو پۀ دغه وخت کښې سيلۍ او طوفان راغلل او چا هم څوک نۀ ليدل خو ولې حالات نور هم خراب شول او پۀ دغه مسټر عرفي باندې چا پۀ تماچه پۀ سر ګزار وکړو او سيلۍ سره خلک خوارۀ شول. اسسټنټ نور فوځ را وغوښتلو او نيولے شوي مشران ئې مردان جېل ته وليږل او بيا ئې شپږ شپږ مياشتې قيد کړل.

    پۀ چارسده کښې د حبيب ګل)حبيب نور( پېښه:

    دغه شان يوه بله پېښه هم شوې وه چې د پېرنګي سرکارد ظلمونو زياتيو د وجې نه د قبائلو يو زلمي چې حبيب ګل نوم ئې ؤ او د حاجي صاحب ترنګزئ او د مجاهدينو سره ئې تعلق لرلو، هغۀ چې کله د پړانګو کلي محاصره وليدله او پۀ خصوصي توګه ئې د هاړ جېټ پۀ ګرمۍ کښې پۀ تودو شګو کښې د خلکو ښخول وليدل او ورسره ورسره چې د ټکر د پېښې نه خبر شو نو د چارسدې پۀ اسسټنټ کمشنر ئې ډزې وکړې خو درې کالتوس پوچ شول او دے ئې ونيولو ]دے وروستو بيا د حبيب ګل غازي اوهم د حبيب نور پۀ نامه ډېر مشهور شو.[ خو د افسوس خبره دا ده چې پۀ دغه حبيب ګل ئې پۀ څليريشت ګېنټو کښې دننه د غازي اېکټ د لاندې مقدمه وچلوله او پهانسي ئې ورکړه. کۀ لږ غور وکړے شي نو دا د تهذيب د دعوېدارو هغه فېصله وه چې صرف او صرف د پېرنګي استعمار مفاد ته د تحفظ ورکولو د پاره ئې وکړه او دغه غازي اېکټ ئې هم د نړۍ پۀ مخ د ډېر شرمېدو نه وروستو واپس واخستلو – يعني دا ئې ومنله چې د دوي دغه طريقه غلطه وه.

    پۀ پړانګو چارسده کښې خدائي خدمتګارانو ته د سزا ورکولو پۀ وخت يو ماشوم )سجاول( هم ؤ؛ هغۀ ته ئې هم ووې چې معافي به غواړې ګنې سزا به درته ملاوېږي. نو هغه هم د چا خدائي خدمتګار بچے ؤ، لوے الله ورله جذبه توانه کړه؛ هغۀ ورته هم انکار وکړو نو هغۀ ته ئې هم سزا ورکړه خو چې څنګه ئې وړومبے ګزار ورکړو نو ظاهره خبره ده چې ماشوم ؤ نو هغۀ چغه ووهله چې “اے خدايه!” – نو دغه بې رحمه پېرنګي براډلے ورته وې چغې ولې وهې، راوله هغه خداے دې چې اوس دې را نه خلاص کړي!!! الله حوصله ورکړه، هغه ماشوم د نورو ګزارونو سره هډو غږ و نۀ کړو.

    پۀ پېښور کښې د يو سردار پېښه:

    پۀ 31 مۍ 1930 پۀ ښار کښي لا هغسې فوځ پروت ؤ. د کابلي دروازې سره د ميونسپلټي هال د پاسه د ګورا فوځ يوه دسته متعين وه. سردار سنګهـ سره د خپلې ښځې او د دوو بچو پۀ دغه لار تېريدو چې ګورا فوځ پرې ډزې وکړې. دواړه بچي ئې پۀ هغه ځاے مړۀ شول، ښځه ئې زخمي شوه او دا خبره لکه د اور پۀ ټول ښار کښې خوره شوه. خلک د حکيم عبدالجليل ندوي پۀ مشرۍ کښې د جلوس پۀ شکل کښې راغلل او دغه مړي ئې اوچت کړل او روان شول. خو ولې چې څۀ وخت جلوس د سيټهيانو محلې ته ورسېدو، دغلته ورته د پېرنګي فوځ دسته را مخامخ شوه. دغه وخت ورته د جلوس مشر ور وړاندې شو او ورته ئې ووئيل چې دا مړي دي او دا مونږ کفن دفن د پاره وړو خو د هغې باوجود پېرنګي فوځ پرې ګولۍ وورولې او يوولس کسان پۀ کښې شهيدان شول او شل پکښې زخميان شول.

    د دې پېښې درېم اثر دا ؤ چې د پېرنګي سرکار هغه دعويٰ هم غلطه ثابته شوه کومه چې هغوي کوله چې مونږ د دې ځاے خلکو کښې د تهذيب ماده پېدا کوو. داسې کارونه ئې وکړل چې د هغې نه دا ثابته شوه چې دوي دلته د خپل غرض د پاره راغلي وو او د دوي مقصد نۀ شعور ورکول وو او نۀ د تهذيب طريقې ښودل؛ بلکې هغوي پښتانۀ صرف د خپل مطلب د پاره استعمالول غوښتل.

    د دې پېښې څلورم اثر دا ؤ چې دې پېښې پۀ پښتو ادب پۀ خصوصي توګه خپل اثر پرېښودو او د دغې اثر لۀ کبله پښتنو ليکوالو د خپل قلم داسې استعمال وکړو چې د پېرنګي د تېښتې پورې د خدائي خدمتګار تحريک د وجود يو اندام ګڼلے کېدو. امير نواز خان جليا د “درد” پۀ نوم يوه ډرامه وليکله او پۀ سټېج د اولس مخکښې پېش کړې شوه او داسې اثر ئې وکړو چې نزدې وه چې کتونکو کښې ناست کسانو نه پۀ يو کردار [ايکټر] باندې ډز شوے وے خو نزدې ناست ملګرو پوې کړو چې دا خو ډرامه ده. د ډرامې پېش کېدو نه وروستو نا وخته پېرنګي سرکار ټول اداکاران او جليا خان ونيول او بنديوان ئې کړل او ډرامه ئې هم ضبط کړه.

    هم دغه شان ”خدائي خدمتګار” ډرامه هم فضل کريم کاکا وليکله او ډېر پۀ ښۀ شان سره پېش شوه. پۀ هغې هم پابندي ولږېدله خو ولې د ډرامو د ليک دغه سلسله پۀ مخکښې روانه وه او نورو ليکوالو پۀ کښي خپله خپله برخه واچوله. پۀ دغو نامتو ليکونکو کښې عبدالاکبر خان اکبر، عبدالخالق خليق او فضل رحيم ساقي د يادولو وړ دي. د ټولو نه اخر کښې چې کومه ډرامه وليکلې شوه د هغې نوم ؤ “جونګړه” او هغه عبدالاکبر خان اکبر پۀ 1945 کښې ليکلې وه.

    د نثر ليکلو سره سره شاعرانو هم دې طرف ته نظر واچولو او ډېر د اثر نه ډک شعرونه او نظمونه ئې وليکل او هم دغه شان پۀ دغه ډرامو او نظمونو او شعرونو کښې د پېرنګي سرکار بد مخ ئې پۀ مختلفو رنګونو کښې اولس ته ښکاره کړو. عن تر دې چې پۀ يو نظم کښې فضل رحيم ساقي د دغې خونړۍ پېښې پوره تفصيل داسې بيان کړو چې پکښې ئې د ټولو ورکړې شوو سزاګانو ذکر وکړو او پښتنو ته ئې غېرت هم ور واچولو چې راپاڅئ او خپل ځان او خپلې مور )خاورې( باندې ننګ وکړئ او د پېرنګي خلاف اواز اوچت کړئ.

    پۀ لنډو ټکو کښې به دا خبره پۀ دې ځاے ختمه کړو چې د قصه خوانۍ دې خونړۍ پېښې سره د پېرنګي سرکار د تهذيب ټولې دعوې هم غلطې ثابت شوې او د پښتنو د وطن سره مينه او د وطن پۀ نامه د سر قرباني ورکول نور هم سېوا شول او جذبه ئې داسې توانه شوله چې هغې پښتون نور هم پۀ مخکښې بوتلو او دا د هغه قربانيو برکت ؤ چې پېرنګي د هند نه خپله کډه وتړله.

    دا خاوره د وطن د شهيدانو امانت دے
    ساتلے دا وطن مو د سرونو پۀ قيمت دے
    دا خاوره د سر تېرو افغانانو ملکيت دے
    بنياد د پښتنو د عظمتونو عمارت دے

    يادګيرنه:

    دا مضمون د ازادۍ د جنګ ټولو معلومو او ورکو شهيدانو او هغه ماشوم سجاول ته ډالۍ چا چې د پېرنګي استعمار پر ضد خپل اواز پورته کړے دے او هر ظلم ، زياتے او سزا ئې زغملي دي خو د خولې نه ئې د افسوس اٰه نۀ دے وتلے؛ د اازادۍ تحريک ته ئې جلا ور بخښلې ده او د پښتنوحوصله ئې توانه کړې ده.