وباء: د وړومبي ټبر مرګ – باچا خان

“زما ژوند او جدوجهد”، امن پرنټنګ پرېس، 2012، مخونه 115-113

دا وباء چې تاريخ ئې د هسپانوي انفلوينزا (Spanish Flu) پۀ نامه پېژني، جنوري 1918 کښې پېل شوې وه او دسمبر 1920 پورې دوه کاله ئې دنيا خوپه نيولې وه. دغې وباء لږ تر لږه پينځۀ کروړه انسانان تر ستوني تېر کړي وو. پۀ هند کښې اتلس لکهه خلک مړۀ شوي وو چې دا د نړۍ د کوم بل هېواد پۀ نسبت تر ټولو زيات وو ]دومره خلک وړومبي عالمي جنګ کښې هم نۀ وو مړۀ[ –

وئيلے شي چې سمندري جهاز کښې ممبۍ ته راتلونکو فوجيانو دغه وباء ]انفلوينزا[ د ځانه سره راوړې وه او پۀ لږ وخت کښې ئې ټول هند خپله ولقه کښې اخستے ؤ. خپله ګاندهي جي د ګجرات اشرم کښې دې نه متاثره شوے ؤ خو خداے وژغورۀ.

دغه وخت پورې پۀ هند د پېرنګي استعمار د زورواکۍ يو نيم سل (150) کاله شوي وو. دې موده کښې پېرنګي هندوستان پۀ دواړه لاسه لوټلے ؤ خو يوه ادېله ئې هم د تعليم، صحت يا بلې کومې داسې اولسي ښېګړې اداره کښې لګولې نۀ وه. دغې وباء دا خبره نوره هم پۀ ډاګه کړه چې “پېرنګے زورواک دے او د عامو خلکو ژوند سره ئې څهــ کار نشته” –

پۀ تېره دوه اويا کالو نه زياته موده کښې پاکستان ثابت کړل چې دا د فوجيانو، ججانو جاګيردارانو، صنعتکارانو او بيوروکرېټانو ټيکنوټرېکانو ملک دے. دې ملک کښې کۀ څۀ ګنجائش شته نو طارق جميلانو د پاره شته چې د “و تواصو بالصبر” د تقريرونو سره د حکومتِ وقت ملاتړ کوي، حکومت د ذمه واريو نه بري الذمه کوي.

اولس دې خپلې مرستې د پاره خپله را وړاندې شي. د ګڼې ګوڼې ځايونو ته دې د ناګزيره ضرورت نه بغېر تګ نه څنډه کوي، د صفايۍ خيال دې ساتي، شېبه پس دې لاسونه تر شلو سيکنډونو خامخا وينځي، خپل پرنجي ته دې خپل څنګل نيسي او د صحت د محکمې لۀ خوا ښودلے شوي احتياطي تدابير دې پۀ سختۍ سره خپل کړي.

د مشکوک خلکو ټسټونه کول، دارو درمل رسول، د لاک ډاون لۀ کبله بې وسه اولس ته د خوراک څښاک سامان رسول د حکومت ذمه واري ده – دا شعور خلکو ته رسول د سياسي کارکنانو فرض دي.

کورونا نه پۀ وېره خلاصېدل نشته، احتياطي تدابير د دې د مخنيوي لار ده.

مونږ دلته د باچا خان د کتاب نه د 1918 د خونړۍ وباء پۀ حقله برخه تاسو ته وړاندې کوو. باچا خان خپله هم متاثره شوے ؤ. هغۀ ليکلي دي:

“دا يو ډېر لوے افت ؤ چې زمونږ پۀ قام را نازل شو او پۀ داسې وخت کښې چې نۀ پۀ قام کښې احساس او نۀ اتفاق ؤ چې د دې مصيبت مخه ئې پۀ اتفاق سره نيولې وے او نۀ مو کوم خواخوږے حکومت ؤ چې زمونږ غم ئې کړے وے او د دې افت نه ئې بچ کړي وے.”

حالات نن هم بدل نۀ دي. قام ته دا وباء يوه ټوقه ښکاري. حکومت لاس پۀ سر ايښي دي. حکومت دومره نا اهله دے چې اولس پرې ملا تړلې نۀ شي. دې حالاتو کښې دا نور هم ضروري دي چې احتياطي تدابير خپل کړے شي او د حکومت نه دې لړ کښې د فنډونو جاري کولو مستقله غوښتنه وکړې شي.

د جنګ پۀ وجه پۀ دنيا کښې سخته وباء راغله. پۀ جنګ کښې دومره کسان نۀ وو مړۀ شوي لکه پۀ دې وباء کښې چې مړۀ شول. پۀ هندوستان کښې هم دې وباء ډېر خلک ووژل. پښتانۀ هم ډېر پۀ کښې مړۀ شول. دا داسې عجيبه وباء وه چې اکثر به ئې ځوانان، جينکۍ او هلکان وهل او مړۀ کول او چې يو کور ته به يو ځل ننوته نو بيا به ئې يو هم نۀ پرېښودۀ. داسې پېښه شوې ده چې پۀ کور کښې يو کس هم نۀ دے پاتې شوے او د کور دروازې پورې شوې دي. پۀ وړو وړو کلو کښې به مړي هم داسې پراتۀ وو، د ښخولو به ئې څوک نۀ وو. پۀ دې مرض د ټولو نه اول زۀ پرېوتے وم خو هسې خداے جوړ کړم، ځکه چې پۀ دې مرض هغه وخت څوک پوهـېدل نۀ او نۀ د حکومت د طرف نه د ډاکټر، دارو او درملو انتظام ؤ. زما نه وروستو غني چې د پينځو کالو ؤ، ناروغه شو. غني ډېر ښکلے ؤ، د مور ئې ورسره ډېره مينه وه، ډېر به ئې ورته ژړل. ما به منع کوله او د صبر تلقين به مې ورته کولو خو د هغې زړۀ به نۀ صبرېدو.

يوه ورځ د غني رنځوري سخته شوه، مور ئې ورته د کټ سر ته ناسته وه. د دۀ سر ئې پۀ غېږ کښې ايښے ؤ. ما د ماښام نمونځ کړے ؤ، پۀ مصله ناست وم، دعا مې کوله. غني ته مې کتل چې بې هوشه پروت دے. ناڅاپه ئې مور پاڅېده، د زوي سر ئې د خپل ورانۀ نه پۀ بالښت کېښودۀ او د زوي لۀ کټه چاپېره وګرځېده او سر ته ئې ودرېده او لاسونه ئې پۀ دعا پورته کړل، پۀ ژړا ئې ووئيل چې اے خدايه! د دۀ مرض پۀ ما کېږدې او دې ماشوم له شفاء ورکړې!

د خداے يو عجيبه حکمت ؤ، پۀ سبا له دا ناجوړه شوه، د دې مرض ورځ پۀ ورځ زياتېدو او د غني مرض به ورځ پۀ ورځ کمېدو. غني جوړ شو او مور ئې ځوانيمرګه شوه، ماشومان ئې راته پاتې شول. دغه وخت غني د پينځو کالو، ولي د درېو کالو او خور ئې د يو کال وه.

پۀ کلو کښې دومره مړي کېدل چې خلک ئې ښخولو ته نۀ رسېدل. مونږ به د سحر نه د قبرونو پۀ کنستلو لاس پورې کړو نو تر ماښامه به لګيا وو. کله به پۀ مشکله پوره شو او کله به يو نيم کم شو. د ډېرو به د کفن درک هم نۀ ؤ. د داسې مړو د پاره مونږ يو فنډ جوړ کړو. بې کفنو مړو ته مو د دې فنډ نه کفن ورکولو او پۀ دغسې حالت کښې به هم ځينې کسان راغلل، پۀ دروغو به ئې رانه کفن يوړو. ځينو چالاکو به وژړل او مونږ ته به ئې دهوکه راکوله، اخر مونږ داسې انتظام وکړو چې کفن به مو د خپل سړي پۀ لاس لېږلو. چې مړے به ئې وليدو نو کفن به ئې ورکړلو ګنې بېرته به ئې راوړلو. د دارو درملو مو هم څۀ انتظام کړے ؤ. پۀ اول کښې خو ئې چا ته دارو معلوم نۀ وو خو وروستو چې مرض اوږد شو نو ډاکټرانو او حکيمانو ورته دارو راپېدا کړل؛ هغه به مو جوړول او مريضانو له به مو ورکول.

دا يو ډېر لوے افت ؤ چې زمونږ پۀ قام را نازل شو او پۀ داسې وخت کښې چې نۀ پۀ قام کښې احساس او نۀ اتفاق ؤ چې د دې مصيبت مخه ئې پۀ اتفاق سره نيولې وے او نۀ مو کوم خواخوږے حکومت ؤ چې زمونږ غم ئې کړے وے او د دې افت نه ئې بچ کړي وے. پۀ جنګ کښې هم زمونږ د ملک خلک د نورو ملکونو د خلکو نه زيات مړۀ شول او پۀ مرض کښې هم – جنګ د چا ؤ او مړۀ پکښې څوک شول؟ ګټه او بېلات د بل چا ؤ او جنګېدلو مونږ – زۀ خو وايم چې مونږ أجرتي قاتلان وو، د پېسو د پاره د خلکو مرګ پسې تللي وو. د خپل ملک د ازادۍ او خپل عزت د پاره را کښې دا احساس نۀ ؤ چې د پېرنګي سره جنګېدلي وے، يا کم از کم پۀ خپل کور کښې ناست وے، پېرنګے مو يواځې ترکو او جرمن ته پرېښے وے. مونږ جرمن خو پرېږده، د مسلمان ترک سره د پېرنګي پۀ ډډه او طرفدارۍ وجنګېدو او جنګ مو ورله وګټلو. د دې ګټې پۀ پاداش کښې مونږ ته پېرنګيانو “رولټ بِل” چې يو ظالمانه او ناروا قانون ؤ، راکړو؛ د خداے د طرف نه دا مصيبت نازل شو.

 

دا هم ولولئ

د حضرت باچا خان (رح) وېنا – پښتون

(دا تقرير باچا خان پۀ 29 ستمبر 1939 د سويلي چارسدې يوې درنې غونډې ته …