Tag: بابړه

  • د بابړې شهيدان د نړۍ روښانه ستوري – رحمت شاه قرېشي

    د بابړې شهيدان د نړۍ روښانه ستوري – رحمت شاه قرېشي

    د اسلامي تاريخ هر يو شهيد او د خپل مذهب او دين او خپلې خاورې د ازادۍ او خوشحالۍ دپاره او د دين اسلام د سربلندۍ د پاره شهيدانو تاريخونه به د سرو زرو پۀ اوبو ليکل کېږي. او دا به هم ليکل کېږي کۀ خېر وي. خو د هر دور حکمرانانو ظلمونه هم د تور تاريخ او د يو جابر پۀ نوم د تاريخ پۀ پاڼو کښې همېشه همېشه د پاره ليکل شوي دي. د نورو خلقو د جدوجهد د خپل دين اسلام او د خاورې د ازادۍ د پاره خپل ځانونه، مالونه او د اولاد قربانۍ ورکوونکو کښې د نړۍ انسانانو او تاريخونو کښې يو روښانه تاريخ د باچاخان بابا خدائي خدمتګارو تحريک او د لر و بر پښتنو او پۀ ټول هندوستان کښې پۀ ازادۍ ميئنو انسانانو تاريخ هم د باچاخان بابا د تحريک ازادۍ او د خدائي خدمتګارۍ تحريک ملګرو پۀ هرځاے او پۀ هر ښار او وطن کښې داسې کارنامې کړې دي چې پۀ هرکلي، کور، کوڅه او ښار کښې ئې داسې د ننګ او غېرت نومونه جوړ دي چې تر قيامت ورځې پورې به ئې خلق پۀ زړونو او تاريخونو کښې ياد لري.

    د باچاخان بابا د هندوستان د ازادۍ تحريک او د پېرنګي خلاف جدوجهد قربانۍ به هرځاے لکه قيصه خوانۍ واقعه، د ټکر جنګ، سپين تنګي هاتهي خېلو واقعه او يا د کربلا شهيدانو سره سمه سمه د کربلا دوېمه واقعه چې پۀ خدائي خدمتګارو د پۀ بابړې پۀ مقام وشوه او پۀ اسلامي تاريخ کښې د پېرنګي پۀ وېنا او د قيوم کشميري پۀ ظلم باندې ئې داسې واقعه وشوه چې اسلامي تاريخ خو پرېږده چې انساني تاريخ هم ورته ګوته پۀ خلۀ پاتې شو او د ټولو نه زياته خبره دا ده چې ځناور هم د دې تور قانون او د الله تعالي پۀ انسانانو او د قران شريف پۀ بې حرمتۍ او د خوېندو او مېندو سرتور سرونو پناه غواړي.

    د بابړې شهيدانو واقعه هغه وخت وشوه چې کله د خدائي خدمتګارو جمهوري حکومت چې مشر يعنې وزيراعلٰي ډاکټر خان صېب ؤ. د خدائي خدمتګارو پۀ ووټونو منتخب شوے ؤ او د جمهوري او ائيني نظام لاندې ئې يو جمهوري او ائني حکومت منتخب حکومت جوړ کړے ؤ خو د جمهوريت دښمنانو دغه ائيني حکومت ختم کړو او يو ظالم او مفاد پرست کشميري ته ئې د پښتونخوا حکومت پۀ لاس ورکړو، خدائي خدمتګارو صوبائي او نورو ممبرانو او عامو کسانو چې دا ظلم وليدو نو فورا ً ئې د دې ظلم خلاف د جلوس اعلان وکړو. او د ټولونه لوے ظلم دا ؤ چې ټول خدائي خدمتګار سره د باچاخان بابا پۀ جېلونو کښې بند کړل او د قام تاريخ ئې جوړ کړو. د پرامن احتجاج او جلوس اعلان کېدو سره د قيوم کشميري او د پېرنګي تالي څټو داسې منصوبه جوړه کړې وه چې د توپو او مشين ګنونو او ګوله بارود پورې ئې د غازي ګل بابا جومات پۀ خپله قبضه کښې اخستے ؤ. کله چې دا پرامن جلوس د سپين ملنګ پۀ قيادت کښې را روان شو او د خپل حق او د حکومت پۀ باره کښې ئې نعرې ووهلې. د خدائي خدمتګار او باچاخان بابا او د هغۀ ملګري او سپاهيان زنده باد او د غېر جمهوري حکومت نۀ منو، د قيوم کشميري حوصله پۀ کمېدو شوه او نور څۀ ورسره نۀ وو نو فورا ً ئې فوځيان او سپاهيانوته حکم ورکړو چې پۀ دوي د ګولو باران وکړئ او داسې باران پرې وکړئ چې د هټلر، مغل او پېرنګي ظلم د دوي نه هېر شي. کله چې د ګولو باران شروع شو نو خلقو ووئيل چې دا خو د خوشحالۍ ډزې دي او د پاکستان د اوسنۍ ازادۍ تياري به خلق کوي چې دوه ورځې پس به دپاکستان اولنۍ ازادۍ ورځ نمانځل کېږي. خو دې کښې يو کس غږ وکړو چې نه دا خو زمونږ ملګري پۀ ګولو لګي او يو يو زخمي کېږي. بيا خو دا سلسله داسې جاري شوه چې پۀ سوونو او سوونو کسان شهيدان او نور پۀ زرګونو او سوونو زخميان شول. او د جلسې او جلوس مقام نه د کربلا مقام جوړ شو. هر خوا وير، ژړا، فرياد، اهونه او چغي او سورې وې. ماشومان، زنانه، سړي، مشران او ځوانان دهېڅ تميز نۀ ؤ. بس ي ظلم روان ؤ او د خلکو د بدنونو نه ګولۍ وتلې، وهنې بهېدلې او خل شهيدان کېدل. او قيوم کشميري دا خبره بيا بيا کوله چې ترڅو پورې پۀ مشين ګنونو، توپو او ټوپکو کښې يوه ګولۍ هم وي نو پۀ دې کسانو به ئې استعمالوئ خو الله ته د خدائي خدمتګارو پۀ خپل دين او وطن قرباني ډېره خوښه وه او پۀ دوي الله داسې خپل فضل او کرم ؤ چې ئې د دوي شهادت اوغازي توب قبول کړو او دوي له الله يو داسې مقام ورکړو چې تر نن ورځې پورې ئې پرې خلق فخر او وياړ کوي. دا قيامت خېز حالات چې خلقو وليدل نو مشرانو او د علاقې نر، ښځو، خوېندو، مېندو، وروڼو، زامنو او مشرانو پۀ دې مېدان کښې داسې پۀ پښتنو ملا وتړله او زخميان او شهيدان ئې اوچت کړل خو د ظلم د پاس ظلم ؤ چې قيوم کشميري او د هغۀ وخت پېرنګي خيال او پېرنګي سوچ کسانو هغه شهيدان او زخميان پۀ دې وجه خپلو وارثانو ته نۀ ورکول چې پۀ دې د حکومت ګولۍ چلېدلي او خرچه شوې ده نو د دې تاوان به تاسو ورکوئ او چې چا سره نغدې روپۍ نۀ وي نو هغوي نه جائيدادونه ضبط کول. او د چا چې جائيداد ئې نۀ وي نو د کور سامانونه ئې ترې يوړل. پۀ دې ظلم کښې د ولي خان بابا د يوې مياشتې بچے پۀ زانګو کښې ؤ نو ظالمانو هغه بچے د زانګو نه پۀ زمکه کېښودو او هغه زانګو ئې هم ځان سره يوړه. دا کشاله ختمه نۀ وه چې ډېر شهيدان او زخميان ئې پۀ سيند لاهو کړل او ډېر شهيدان او زخميان پۀ مېدان کښې بې درکه شول او ډېر شهيدان او زخميان خلقو اوچت کړل او د ګور کفن دپاره ئې هسپتالونو ته يوړل خو پۀ هسپتالونو کښې دې ازاد شوي حکومت بندېز لګولے ؤ چې د يو قسم مريض علاج مۀ کوئ. او پۀ ټولو هسپتالونو کښې کرفيو وه خو ډېر خېر دې وي خدائي خدمتګارو ته او د پښتونخوا وړومبي وزيراعلٰي او د هغه وخت وزيراعظم ښاغلے او د شهيدانو وياړ ډاکټر خان صېب ته چې هغوي پۀ مېدان او پۀ حجرواو کورونو کښې د خلقو علاج شروع کړو. او د ډېرو خلقو ژوند ئې بچ کړو. پۀ دې دوېمه کربلا يعنې د بابړې پېښې کښې تقريباً اتۀ سوه کسان شهيدان او اتۀ سوه زخميان او تقريباً د سلګونو نه زيات لاپته شول خو دې ټولو قربانو سره سم داسې ننګيالے تاريخ جوړ شو چې تر نن ورځې پورې د باچاخان بابا ملګري او هر پښتون او د باچاخان بابا خاندان فخر او وياړ کوي. دې ټولو انساني او مالي قربانو سره پۀ هغه وخت چې کومو خوېندو او مېندو پۀ سرونو قران شريفونه وو او د دې ظلم بندولو دپاره ئې خواستونه کول او د لوے الله او د هغۀ پېغمبر حضرت محمد صلي الله علېه وسلم رويي منلو د پاره ئې قران شريفونه پۀ سر راوړل. خو چا هم دا د اه و بکا اوازونه نۀ اورېدل، چا هم دا ظلم نۀ ليدل، چا هم پۀ زنانو او ماشومانو ترس نۀ کولو. او د خدائي خدمتګارو سره هغه د دوي مقدس کتاب هم شهيد شو او هغه قران شريفونه خلقو خپل ځان سره اوس هم سمبال کړي دي. او پۀ دې فخر او وياړ کوي چې مونږ د خپلې خاورې او خلکو لپاره او د زړونو باچا فخر افغان باچا خان لپاره ځانونه قربان کړي دي. پۀ دغه ورځ يعنې د اګست پۀ دولسه کال 1948 کښې د بابړې پۀ مقام داسې ظلم شوے ؤ چې ظلم هم د ځان نه شرمسار ؤ او دې نه زياته بله خبره دا ده چې شين فصل، مرغان او ځناور هم ورک شول، پۀ لکهونو کورونه وران شول. پۀ دې ټولو قيصو چې کله صوبائي اسمبلۍ کښې کابينې اجلاس ؤ نو مغروره او فرعوني وزيراعلي قيوم کشميري پۀ درې څلورو خدائي خدمتګارو ته پۀ اسمبلۍ کښې ووئيل چې زما خو دا خيال ؤ چې تر هغې پورې به زۀ د ګولو باران نۀ ختموم ترڅو پورې چې ما د خدائي خدمتګارو نوم او نشان ختم کړے نۀ وي نو خدائي خدمتګارو ټولو پۀ يو اواز ورته ووئيل چې قيوم کشميري ستاسو او د الله فېصله جدا جدا ده. مونږ الله پېدا کړي يو او زمونږ ژوند او مرګ واک د الله پۀ لاس کښې دے او ستاسو حکومت او ستاسو ژوند د بل چا پۀ لاس کښې دے. نوانشاء الله د خدائي خدمتګار تحريک او د باچاخان تحريک کاروان به تر قيامته روان او ژوندے او زنده باد وي او پۀ هر کورکښې به تر اخري ورځې پورې باچاخاني تعليم وي. دوي ورته دا هم وئيلي وو چې ته ته به لوے الله پۀ دې دنيا او اخرت کښې د دې عذاب درکوي او ستاسو نوم به پۀ دنيا کښې ختم شي او ستاسو ظلم زور ته به خلق پۀ بد نوم او نظر ګوري او خدائي خدمتګار، باچاخان او دا تحريک به هم دغه رنګ روان وي. نن خلک ګوري چې د قيوم نامه څوک هم نۀ اخلي خو د باچاخان افکار اوس پۀ نړيوال کچ ژوندي دي. زمونږ دا شهيدان به پۀ هغه جهان او پۀ دې دنيا ژوندي وي او زمونږ زخميان به پۀ دې ژوند او د اخرت پۀ ژوند خوشحاله وي. کۀ خېر وي د بابړې شهيدانو سره سره د باچاخان تحريک هر شهيد او پۀ وطن زخمي شوي او قربان شوي ته سور سلام او د خداے تعالي نه ورته جنت الفردوس دعا کوو. پۀ ګورونو ئې نور شه. امين ثمه امين.

  • د بابړې پۀ پېښه کښې ښکېل  ملزمانو ته دې سزا ورکړے شي – ليکوال: مېجر جنرل (ر) ميا غلام جېلاني – ژباړن: خليل مومند

    د بابړې پۀ پېښه کښې ښکېل ملزمانو ته دې سزا ورکړے شي – ليکوال: مېجر جنرل (ر) ميا غلام جېلاني – ژباړن: خليل مومند

    هر څو کۀ د بابړې د پېښې د سليزې څلورمه برخه برابرېدونکې ده، خو د دغې پېښې زړۀ غوڅوونکے ياد نن هم غونے زيګ زيګ کوي. د دې واقعې لنډيز دا دے چې د خان قيوم خان پوليس او ملېشا د سورپوشو (خدائي خدمتګارو) د يو پرامنه جلسې د خورولو د پاره پۀ ۱۲م اګست ۱۹۴۸ء د بابړې پۀ مقام پۀ جلسه کښې موجود خلک دناتار ډزو ښکار شو. د دې وجې شپږ سوه تنه چې پۀ کښې سړي، ښځې، ماشومان او بوډاګان شامل وو ووژل شو او پۀ سوونو نور سخت ټپيان شو. د دې خلکو قصور دا ؤ چې دوي د حکومت د غېر جمهوري اقداماتو او د خان عبدالغفار خان د غېر قانوني ګرفتارۍ پۀ ضد پۀ يو لاريون کښې د غږ پورته کولو جرات کړے ؤ. د خپل اقتدار او اختيار پۀ نشه کښې مست قيوم خان پرې خپل نازک طبعيت او خاطر دروند کړو او هغوي د دې جرات سزا دومره وحشتناکه تجويز کړه چې د علاقې فضا نن هم ماتمي ده.

    د خان عبدالغفار ګرفتاري

    د دې احتجاجي جلسې د راجوړېدو يو سبب دا ؤ چې د قيوم خان حکومت خان غبدالغفار خان (پۀ ۱۵ جون ۱۹۴۸) بنو ته د تګ پۀ موقعه يو ناڅاپه د پاکستان سره د غدارۍ پۀ تور کښې ونيولو او بغېر د څۀ ثبوت او دليل نه ئې ورته درې کاله بامشقته سزا ورکړه. حالانکې حقيقت دا ؤ چې د پاکستان جوړېدو سره سم خان عبدالغفار خان پۀ ائين سازه اسمبلۍ کښې د پاکستان سره د وفادارۍ حلف پورته کړے ؤ. پۀ هر حال ظلم پسې ظلم دا وشو چې پۀ خان عبدالغفار خان د قېد ورځو کښې دومره ظلم وشو چې د هغې بيان هم مشکل دے. د قېديانو پۀ تاريخ کښې دا وړومبے قېدي ؤ چې د قېد پۀ موده کښې د هر قسم رعايت نه محروم کړے شوے ؤ. د درې کلونو د مودې پۀ برابرېدو هم د هغوي خلاصے نظرانداز کړے شو او هغه ئې د بنګال ريګولېشن ۱۸۱۸ز لاندې نظربند وساتلو. د صوبه سرحد حکومت د هغوي خلاف جرم لګولے ؤ او د سزا خوړلو د پاره د جېل انتخاب ورته پنجاب حکومت کړے ؤ.

    د بابړې پېښه

    بابړه د وړوکي شان کلي نوم دے چې د چارسدې نه درې ميله فاصله باندې دے. دلته کښې پۀ دولسم اګست ۱۹۴۸ء سرخپوشو(خدائي خدمتګارو) د خان عبدالغفار خان د غېر قانوني ګرفتارۍ پۀ ضد د احتجاجي غږ پورته کولو د پاره د يوې جلسې بندوبست کړے ؤ. چې پۀ کښې د لرې او نزدې نه راغلو خلکو ګډون وکړو. هر کله چې قيوم خان ته د دې خبر ورسېدو نو هغه سمدستي پۀ دغه ټوله علاقه کښې د دفعه ۱۴۴ د نفاذ اعلان وکړو.. د دې وجې د جلسې صدر د پوليس لوړو مامورينو ته خواست وکړو چې د جلسې ګډون والو ته دې دومره مهلت ورکړے شي چې دوي پۀ کښې پۀ پرامنه توګه خوارۀ شي. خو حکومتي مامورينو د شعوري منصوبې لاندې دوي ته دومره مهلت ور نۀ کړو او د جلسې پۀ مقام ئې د څلورو واړو اړخونو نه د ګولو باران شروع کړو او نزدې تر يو ساعته دغه ډزې روانې وې. دغسې شپږ سوه کسه مړۀ او په سلګونو نور سخت ژوبل شو. د زخميانو د سمې شمېرې اندازه ځکه ونۀ لګېده چې کوم زخمي هم روغتون ته د درملنې پۀ خاطر تلے نو پوليس ګرفتار کړے او پۀ حوالات کښې ئې بند کړے دے، نو ځکه د ګرفتارۍ نه د بچ کېدو د پاره ډېرو زخميانو د روغتون پۀ ځاے کور له ترجيح ورکړې ده.

    پۀ جائېداد د سرکار قبضه

    قيوم خان پۀ پرامنه جلوس د ډزو نه صبر نۀ شو، بلکې يو سرکاري حکم ئې جاري کړو پۀ کوم کښې چې د اخلاقياتو ټولې تقاضې نظر انداز شوې وې. هغوي(سپاهيانو) ډېر پۀ بې دردۍ سره د خان عبدالولي خان ماشومه لور د زانګو نه راښکله او بهر ته ئې وغورځوله او زانګو ئې د ځان سره يوړه.

    د پوليس غېر انساني رويه

    ددې (حکم) تر مخه د سور پوشو (خدائي خدمتګارو) ټول منقوله او غېرمنقوله جائيداد سم د لاسه د سرکار پۀ حق کښې ضبط کړے شو. د يوې محتاط اندازې تر مخه دغه وخت نزدې د څلورو کروړو روپو د ماليت پۀ جائيداد باندې حکومت قبضه کړې وه. دلته کښې د دې خبرې ذکر به هم بې ځايه نۀ وي چې پوليس د منقوله جائيداد د حصول پۀ وخت د انسانيت او د کورونو تلاشۍ دوران کښې د ښځو بې حرمتۍ کښې هېڅ موقعه د لاسه ور نۀ کړه. (خدائي خدمتګار) ئې ګرفتار کړل. بربنډ ئې ګړل، د هغوي مخونه ئې په تارکولو تور کړل او په خرو ئې سوارۀ کړل او د جلوس شکل کښې ئې په ټول ښار کښې وګرځول. او حد خو دا دے چې د هغوي د مور، پلار، ښځو، بچو او خوېندو، وروڼو پۀ مخامخ ئې هره بې عزتي وکړه او دغسې ئې د ښځو جلوس هم وويستلو او اعلان ئې وکړو چې دا ښځې هندوانې دي دوي سره کۀ څوک هم وغواړي، نکاح کولے شئ، عام حکم دے.

    خوشحالي نمانځل

    پۀ ځاے د دې چې حکومت پۀ خپل شرم ناک او وحشت ناک عمل باندې پښېمانه شوے وے، پۀ چوک يادګار پېښور کښې ئې د خوشحالۍ نماځلو پۀ لړ کښې د خوشحالۍ نه اتڼونه کول. د ځناورتوب دې کارونو ته ئې خپله ګټه او برياليتوب ووئيلو.

    د قيوم خان ضد

    قيوم خان پۀ دې سانحه د شرمېدلو او افسوس ښکاره کولو پۀ ځاے د صوبائي اسمبلۍ پۀ اجلاس کښې د ډېر ضد نه يوه ډوزه وويشته چې نن هم د اسمبلۍ پۀ رېکارډ کښې موجود ده. “ما حکم کړے ؤ چې تر اخري خدائي خدمتګار دا ټول ووژنئ، افسوس دے چې پوليس او ملېشا سره مرمۍ ختمې شوې ګنې مونږ به ټول ختم کړي وو”. هم پۀ دغه اجلاس کښې هغه د حزب اختلاف غړو ته پۀ اشارې کولو سره ووئيل “کۀ دوي چا قتل کړل نو د حکومت لۀ خوا به د چا نه هم د دوي پۀ حقله څۀ تپوس پوښتنه نۀ کېږي”.

    بهتان

    پۀ خان عبدالغفار خان د هندوستان د بېرغ د اوچتولو او د بغاوت د غږ پورته کولو الزام بېخي بهتان دے. او چونکې د قتل مقدمې هېڅ کله هم نۀ ټائم بارډ[Time barred] کېږي نو ځکه پۀ کار ده چې د بابړې د کېس بيا پلټنې وکړې شي او د دې غمناکې پېښې ذمه دار ملزمانو ته دې سزا ورکړي.

    ياده دې وي چې دا مضمون پۀ پېمان اردو مجله کښې پۀ ۱۲ جون ۱۹۷۲ء کښې چاپ شوے دے).

  • د سيد امير خسرو باچا او سيد خسرو پروېز باچا د ژوند قيصه – سعيد احمد شاهي

    د سيد امير خسرو باچا او سيد خسرو پروېز باچا د ژوند قيصه – سعيد احمد شاهي

    سيد اميرخسرو باچا چې د پلار نوم ئې سيداسماعيل باچا ؤ، پۀ کال ١٨٩٢ز پۀ بابړه کښې زېږېدلے ؤ. د زوي نوم ئې سيد خسرو پروېزباچا دے. دے هم پۀ بابړه کښې پۀ کال ١٩٢٧ کښې پېدا شوے ؤ. د ننني مضمون موضوع هم د دوي د پلار او زوي د ژوند د حالاتو او پۀ پښتون قامي تحريک “انجمن اصلاح الافاغنه”،خدائي خدمتګارتحريک، پښتون سټوډنټس فېډريشن او پښتون زلمي تحريک کښې د دوي کردار سره تعلق لري.

    د سيد اميرخسرو باچا تعلق پۀ بابړه کښې اباد د سيدانو کورنۍ سره دے او د دوي پلار نيکۀ ډېر صاحب حېثيت خلق وو. د هرچند مندڼي، بابړه او خواو شا علاقو کښې ئې جائيداد لرلو. د دوي يو ورور سيد شيرين خسرو او يوه خور وه . خو دے د ټولو نه مشر ؤ. د خپل پلار او ترونو سره به ئې د خپل جائيداد زمينداري کوله. د دوي ترۀ سيد مهدي باچا ؤ اوسخر ئې هم ؤ. د انګرېزانو پۀ وخت کښې پۀ پېښور کښې انرېري مجسټريټ ؤ او د خان صېب خطاب ورته د انګرېز د طرف نه ملاو شوے ؤ. سيد مهدي شاه باچا ډېر تعلق داره سړے ؤ. د پښتنو د ټولې سيمې عزت دارو خلقو سره ئې ذاتي تعلق ؤ. د دوي تعلق د باچاخان پلار بهرام بابا سره هم ډېر نزدې ؤ. د تحريک نه مخکښې او وروستو چې به کله هم باچاخان بابړې ته راغلو نو سيد مهدي شاه باچا ته به ئې “دادا” نوم د مينې او تعظيم نه اخستو.

    سيد اميرخسرو باچا تربيت زيات تر د خپل پلار نه علاوه د دوي ترۀ سيد مهدي شاه باچا پۀ لاسو کښې شوے دے. او دے ئې دومره خوښ ؤ او زړۀ ته نزدې ساتلے ؤ چې کله ځوان شولو نو د خپل زړۀ ټکړه يعنې خپله لور ئې دۀ ته پۀ نکاح کښې ورکړه.

    دوي له الله پاک ډېر دولت او لوے زړۀ ورکړے ؤ. او د خپلې علاقې او خواو شا سيمې د خلقو به ئې هر قسم امداد کولو او پۀ فلاحي کارونو کښې به ئې برخه اخستله. دوي به ډېر ساده ژوند تېرولو او ساده خوراکونه به ئې کول. کله چې حاجي صېب ترنګزو فضل واحد او باچاخان د اسلاميه مدرسو بنياد ايښودلو نو پۀ هغې کښې هم ورسره دوي ډېر مالي امداد کړے ؤ. هره مياشت به ئې پۀ دغه مدرسو کښې تعليم زده کوونکو د پاره امداد ورکولو. د اسلاميه کالج پېښور چې کله بنياد ايښودل کېدو نو دوي ورله مخکښې نه د سپينو زرو نه جوړ شوي (ټاټکي او کرنډۍ) پۀ خپل ذاتي خرچ جوړ کړي وو. چې اوس هم د دوي اولاد سره موجود دي. او څنګه چې مونږ ته معلومه ده چې د اسلاميه کالج پېښور بنياد پۀ ١٩١٥ز کښې حاجي صېب ترنګزو ايښے ؤ. حاجي صېب ته د دغې تقريب دعوت سيد مهدي شاه ورکړے ؤ. پېښور ته ئې پۀ خپل ذاتي سورلۍ کښې را وستے ؤ. دغه وخت د صوبه سرحد وزيراعلٰي صاحبزاده عبدالقيوم خان ؤ چې د انګرېزانو د حکومت وفادار ؤ. ولې پښتون قوم او وطن سره ئې هم پۀ خپل زړۀ کښې مينه او همدردي لرله. او دۀ به اکثر د انګرېز چې څۀ حکمت عملي وه هغه به دۀ پټ پۀ پټه باندې پښتنو مشرانو ته رسوله. او هغوي به ئې د مخکښې نه خبردار کول چې خپل غم پۀ وخت باندې وکړئ. د اسلاميه کالج د بنياد پۀ موقع هغوي حاجي صېب هم خبر کړلو چې پېرنګے د هغوي د ګرفتارۍ اراده لري. د دې تقريب نه پس حاجي صېب نېغ پۀ نېغه بونېر او وروستو د سوات پۀ لاره د باجوړ او مومندوعلاقې لکړو ته لاړو او هلته تر مرګه پورې دېره ؤ.

    کله چې باچاخان داسلاميه مدرسو هغه کار کوم چې هغوي د حاجي صېب ترنګزو پۀ مرسته شروع کړے ؤ جاري وساتلو. هم پۀ دغه جرم پېرنګي پۀ ١٩١٩ز کښې د اتمانزو نه ګرفتار کړو. څۀ موده پس بيا د جېل نه واپس راغلو. د ازاد اسلاميه مدرسې پۀ نوم ئې بيا د تعليمي مدرسوکار شروع کولو نه علاوه د پښتون قوم د اصلاح کار هم شروع کړو. دوي د هندوستان مختلفو سيمو ته لاړل او هلته ئې د کانګرس پارټۍ پۀ جلسو کښې هم ناسته د يو عام وګړي پۀ حېثيت وکړه. باچاخان دين اسلام سره ډېره بې کچه مينه لرله او خلافت تحريک سره ئې هم ډېر نزدې ؤ. او پۀ باقاعدګۍ سره به د خلافت تحريک غونډو کښې شرکت کولو.

    پۀ ١٩٣٠ز کښې د رولټ اېکټ لاندې پۀ نحقۍ تاڼه کښې ګرفتار شو او رسالپور ته ئې ولېږلو. د هغۀ ځاے نه د چارسدې اسسټنټ کمشنر قلي خان بيا د درېو کالو د پاره د دفعه ٤٠، ٤١ لاندې قېد کړلو او د ګجرات جېل ته ئې ولېږلو. چرته کښې چې د هغوي ملاقات د خدائي خدمتګارو نه علاوه د تحريک خلافت او کانګرس غړو سره وشو. د فخر افغان بابا پۀ سوچ او فکر کښې وسعت هم دغه جېل کښې انجيل او نورو ډېرو کتابونو لوستلو او د هغې پۀ معنٰي او مطلب سره پوهېدو سره سره راغلو. باچاخان پۀ خپل دين او اسلام باندې ډېر مئين ؤ. او پۀ يو صورت کښې ئې هم د خپل دين او مذهب نه لرې والے نۀ شو برداشت کولے. هم دغه وجه وه چې کله دوي ته د انګرېزد طرف خور شوے سازش د چال خبر ملاو شولو دکوم ترمخه چې هغوي خدائي خدمتګار تحريک باندې د باليشويکه کوم چې پۀ روس کښې د لېنن انقلاب راوستے ؤ. نو هغوي سره د ملګرتيا يا کومک اخستو الزام لګولے ؤ. او کوشش ئې دا ؤ چې پۀ هره لار وي او هره طريقه وي خدائي خدمتګار تحريک ختم کړي.

    کله چې باچاخان د انګرېز ددې سازش نه خبر شو نو پۀ دې مجبور شو چې د خپل تحريک خدائي خدمتګار الحاق د هندوستان يو غټ ګوند سره ارو مرو وکړي نو هغوي خپل ملګري اول د مسلم ليګ مشرانو له ولېږل او د هغوي نه پس ئې جمعيت العلمائے هند او پۀ اخرکښې ال انډين کانګرس مشرانو ته ولېږل او بيا د کانګرس ګوند سره د الحاق نه پس د ګاندهي جي،وائس راے هند او د صوبه سرحد ګورنر سره ملاقات وشولو. د دغې ملاقات پۀ نتيجه کښې صوبه سرحد کښې ټول هندوستان پۀ شان د مراعاتو اعلان وشو. باچاخان هم د زندان نه بهر راووتلو. پۀ تاريخ کښې دغه معاهده د ګاندهي جي ارون پېکټ پۀ نامه يادېږي.

    د امير خسرو باچا د ژوند قيصه بيانولو سره سره د هندوستان د چاپېرچل حالات بيانول ضروري ځکه مې وګڼل چې لوستونکيو ته پته ولګي چې سيد اميرخسرو باچا ولې وخت پۀ وخت خپل جدوجهد کښې اوړېدلے را وړېدلے او د هغوي مقصد او مرام صرف او صرف د خپل کلي او قام د اوسېدونکيو حفاظت او پرمختګ ؤ.

    سيد اميرخسرو باچا د خدائي خدمتګارانو نه چې کوم جائيدادونه انګرېز ضبط کړي او بيا وروستو نيلام کړي وو هغه به دوي پۀ نيلام کښې د انګرېز نه واخستل او کله چې به حالات سازګار شول نو هغه جائيداد به ئې بيا هم هغه کسانو او خدائي خدمتګارانو ته واپس کړل . کۀ د چا به د پېسو وس او طاقت کېدو نو د نيلامۍ قيمت به ئې دوي ته ورکړو او کۀ د چا به نۀ کېدو نو دوي به ورله هغه جائيداد بغېر د څۀ قيمت نه خالص د الله رضا د پاره واپس کړلو.

    کله چې عبدالغني خان د “پښتون زلمي” تحريک بنياد کېښودلو، د هغې پۀ باني مشرانو کښې هم سيد امير خسرو باچا شامل ؤ. او د ټولې چارسدې سالار هم سيد امير خسرو باچا ؤ. دوي سره نائب سالار انځرګل ؤ او ملګرو کښې ورسره د بابړې او د تحريک مشهور خدائي خدمتګاران سيد محمد فصيح باچا او احمدکاکا شامل وو. دوي به باقاعده پرېډ کولواو دوي ته بالکل پۀ فوځي انداز کښې ټرېننګ ورکړے شوے ؤ.

    کله چې ګاندهي جي پۀ ١٩٣٨ز کښې د صوبه سرحد پۀ دوره راغلو نو د پېښور نه علاوه د سردرياب مرکز عاليه او اتمانزو سره سره ئې د بابړې دوره هم کړې وه. د دغې دورې پۀ موقع د جلسه ګاه او مېلمنو د حفاظت ذمه واري د پښتون زلمي پۀ اوږو باندې وه. د جلسې منتظمينو ته اطلاع ملاؤ شوې وه چې هغه کسان کوم چې مخکښې پۀ خدائي خدمتګارتحريک کښې غړي وو او بيا کانګرس سره د الحاق پۀ بهانه د تحريک نه خفه شوي وو او پۀ دغه ورځو کښې د مسلم ليګ سره ملګري شوي وو. د پښتون قامي تحريک خلاف به ئې سازشونه کول. هغوي دا پروګرام جوړ کړے ؤ چې د ګاندهي جي پۀ جلوس به سره د وسلو حمله کوو کله چې د دې سازش خبر “پښتون زلمي تحريک” ته ملاو شو نو اميرخسرو باچا د ځان سره څلوېښت پنځوس کسان د پښتون زلمي واخستل او د جلوس پۀ لار کښې ځاے پۀ ځاے ودرېدل. او د ګاندهي جي جلوس چې پۀ خېريت سره پنډال ته ورسېدو او پۀ پرامن طريقه ګاندهي جي تقرير وکړو او بيا پۀ خېر خېريت سره خپل مخکښې منزل ته لاړو خو د جلوس پۀ موقع دغه کسانو خپل پوره پوره وس کړے ؤ او عن د کاڼو ګزارونه ئې هم پۀ دغه جلوس باندې کړي وو. ولې د ګاندهي جي او د هغوي ملګرو نزدې پۀ يو صورت کښې هم د “پښتون زلمي” د سيد امير خسروباچا پۀ مشرۍ کښې نۀ وو پريښودلي.کله چې فخر افغان باچاخان بابا د ځاے د کمېدو له کبله دا فېصله وکړه چې مرکز عاليه دې د اتمانزو نه سردرياب ته يوړل شي کومې د پاره چې محمد اسرار عرف ښۀ خان او د هغوي سخر بابا ځمکه وقف کړې وه .د دغه مرکز ابادۍ د پاره سيد اميرخسرو باچا خپلو همسايو او نوکرانو ته حکم وکړو چې زما پۀ جائيداد کښې څومره ونې ولاړې دي هغه ټولې پرې کړئ او سردرياب مرکز ته ئې يوسئ. چرته چې دغه ونې د څپر د پاسه د چهت کښې استعمال کړې شوې او پۀ دغه څپر کښې به هر وخت پۀ سلګونو خلق ناست وو او د تحريک د پاره به ئې کارونه کول. دوي پۀ بابړه کښې يو سکول هم پرانستے ؤ کوم چې وېړيا سکول ؤ او ماشومانو ته ئې به مفت تعليم ورکولو.

    پۀ ١٢ اګست ١٩٤٨ز کښې قيوم خان پۀ بابړه کښې پۀ بې ګناه خدائي خدمتګارو او عام اولس باندې ګولۍ وچلولې، د دې عمل له کبله د اووۀ سوه نه زيات کسان شهيدان او ژوبل شول. وروستو ئې د پړانګو او بابړې کور پۀ کور چاپې ووهلې او د دغه ځايونو د اوسېدونکو دکورونو بې عزتۍ نه علاوه د دغې ځاے اوسېدونکيو سره هم ډېره بدسلوکۍ ئې کړې وې. هم پۀ دغه سلسله کښې د اميرخسرو باچا پۀ کور باندې هم چاپه وهلې شوې وه او د کور د بې عزتۍ کولونه علاوه ئې ترې نه ذاتي وسله هم ضبط کړې وه. سيد امير خسرو باچا ئې تاڼې ته بوتلے ؤ. چرته نه چې هغه د خپل ذاتي تعلق او اثر و رسوخ له وجې راخلاص شو او قيمتي وسله ترې نه ضبط کړې شوه.

    سيد امير خسرو باچا پۀ اپرېل ١٩٦٢ز کښې د خپلې ذاتي دښمنۍ له کبله يو رشته دار قتل کړواو قبر ئې هم د خپل ترۀ وقف شوي جومات کښې نمرخاتۀ ګوټ کښې دے . دې جومات سره به هم دوي ډېر امداد نه علاوه دجومات هرقسمه ضرورت پوره کولو.

    سيد اميرخسرو پروېزباچا د ژوند واقعات:

    سيد خسرو پروېز باچا هم دخپل پلار پۀ نقش قدم باندې تلے ؤ. او ډېر پۀ سادګۍ سره ئې خپل ژوند تېر کړے ؤ. دوي خپل بنيادي تعليم اول پۀ پېښور کښې او کله چې بيا عام اولس د پاره پۀ بابړه کښې وړومبے سکول د دوي پلار جوړ کړو نو بيا پۀ هغه سکول کښې ئې نور تعليم حاصل کړو. دا پرائمري سکول پۀ بابړه او خواو شا علاقو کښې وړومبنے او ځانګړے سکول ؤ چې د لرې لرې علاقو نه به ورته خلقو خپل بچي د زده کړې د پاره را لېږل.

    دلته د تعليم مکمل کېدو نه وروستو بيا د چارسدې هائي سکول ته لاړو او هلته ئې لسم پاس کړو. د هائي سکول د تعليم دوران کښې دوي د پروفېسر جهانزېب نياز سره يوځاے پۀ وړومبي ځل د پښتون سټوډنټس فېډريشن بنياد ايښودلے ؤ. چې وړومبنے صدر ئې جهانزېب نياز غوره کړے شوے ؤ. دوي خپل تعليم مخکښې هم جاري وساتلو خو دوي سره يوه واقعه وشوله چې د يو رشته دار د قتل پۀ الزام کښې دے سره د خپلو تربورانوګرفتار کړے شو او جېل ته ئې بوتلو خو پۀ جېل کښې هم دوي خپل د تعليم سلسله جاري وساتله. او پۀ باقاعدګۍ سره ئې امتحانونه پاس کړي وو. کله چې دوي پۀ دغه مقدمه کښې بري شول نو تحريک سره ئې خپلې هلې ځلې بيا شروع کړې او ډېر پۀ جوش وجذبې سره به ئې کارکولو. (دا واقعه د مهدي شاه باچا ده)

    د خپل پلار پۀ شان د دوي هم ذاتي تعلق د چارسدې او ټولې پښتنې سيمې خلقو سره ؤ. او ډېر زيات ملګري او همدرد خلق ئې پۀ خپل دوستانو کښې لرل. دوي پۀ خپل کور کښې د مولانا ابوالکلام ازاد، مولانا حسېن احمد مدني او مولانا عبېدالله سندهي او نورو ممبرانو باندې مشتمل کمېټۍ مېلمستيا هم پۀ هغه وخت کښې کړې وه کله چې دغه د هند د ازادۍ تحريک مجاهدينو باندې پۀ صوبه سرحد کښې بندېز ؤ. دوي دغې کمېټۍ ته نۀ صرف خپل ځاے ورکړے ؤ بلکې هغوي ئې پۀ خپل کور کښې دېره کړي هم وو. او تر هغې ئې د هغوي د حفاظت بندوبست هم کړے ؤ ترڅو چې هغوي خپله د چارسدې دوره مکمل کړې نۀ وه.

    کله چې د هندوستان د تقسيم اعلان وشو او هندوستان او پاکستان پۀ نامه دوه جدا جدا هېوادونه د نړۍ پۀ نقشه جوړ شول. پۀ دغه موقع ډېر هندوان او مسلمانان پۀ دې کار مجبورکړے شول چې هغوي دې د اوسېدو د پاره د خپل مذهب پۀ معيار ملک غوره کړي. نو پۀ دغه موقع د نړۍ ټولو نه لوے هجرت شوے ؤ. هندوان به هندوستان ته او مسلمانان ئې پاکستان ته پۀ تلو مجبورکړل .

    د سيد خسرو پروېز باچا يو ملګرے ؤ چې نامه ئې سېټهـ رام سرن وه. دے د پېشې پۀ لحاظ زرګر او ډېر لوے کاروبار ئې لرلو. د دۀ پېښور اندشهر بازار کښې کاروبار او کور ؤ. پۀ مختلفو موقعو دغه سېټهـ رام سرن امير خسرو باچا ته ډېر څيزونه ډالۍ کړي وو. چې پۀ کښې ( د بلئيرډ لوبې) يومېز، بالخت هم شامل ؤ. پۀ دغه تخت او د هغې پۀ تاريخي اهميت يوځانګړے مضمون پۀ تفصيل سره مخکښې به د لوستونکيو د نظر نه تېر شوے وي. سېټهـ رام سرن چې کله د پېښور نه هندوستان ته پۀ کډه تلو نو پۀ قيصه خوانۍ کښې دوکانونه او د منډهۍ کاغذونه او چابيانې ئې سيد امير خسرو باچا ته ورکړې وې او د خپل کور ذاتي د استعمال سامانونه چې پۀ کښې دوه کټونه او يو د سټيلو المارۍ شامل وه.

    د کور د ذاتي استعمال هغه پالنګونه او المارۍ سيد اميرخسرو باچا خپل کور ته راوړل، کوم ځاے کښې چې هغه تر نن ساعته موجود دي. ولې هغه دوکانونه او منډهۍ ئې د اوقاف محکمې ته حواله کړي وو. ځکه چې هغه يو قامي امانت ؤ. د سيد خسرو پرويز باچا هغه سېټهـ رام سرن سره ډېر ژور تعلق ؤ. چې د تقسيم نه وروستو تر ډېره مودې پورې د هندوستان او پاکستان ترمېنځه هر قسم تعلقات بند وو. او د دې ملک اوسېدونکيوته اجازت نۀ وه چې يو بل سره څۀ قسمه رابطه وساتي. پۀ وړومبي ځل تعلقاتو پۀ ښۀ کېدو امکان پېدا شو. او د سيد خسرو پروېز باچا يو ملګرے پۀ هغه وفد کښې شامل ؤ چې د هندوستان او دهلي پۀ دوره تللے ؤ. د هغۀ ملګري ملاقات هلته پۀ چاندني چوک کښې سېټهـ رام سرن سره وشو. سېټهـ رام سرن پۀ چاندني چوک دهلي کښې استوګن ؤ او خپل کارو بار ئې هلته شروع کړے ؤ. د سيد خسرو باچا ملګري نه ئې د هغه حال احوال خبر ورکولو نه پس ورته هغۀ ووئيل چې د خسرو پروېز باچا وادۀ نېټه اېښودل شوې ده. نو سېټهـ ډېر خوشحاله شو او د خپل اړخ نه ئې د وادۀ جوړه ډالۍ کولو اراده ظاهره کړه کومه چې څو ورځې وروستو د سفارتخانو د اجازت اخستونه پس د واهګه پولې پۀ لار باندې سيد خسرو پروېز باچا ته را ورسېدله.

    سيد خسرو پروېز باچا ډېر ښۀ خوئي خصلت لرلو او ماشومانو سره به ماشوم، ځوانانوسره ځوان او بوډا ګانو سره به ئې د ځان نه بوډا جوړ کړے ؤ. يعنې د هر عمر مطابق به ئې ورسره ګپ شپ او خبرې اترې کولې. او د خپل اړخ نه ئې دا کوشش کولو چې د چا زړۀ ازار نۀ کړي او نۀ ترې څوک خفه شي.

    د ١٢ اګست ١٩٤٨ز د بابړې د خونړۍ پېښې پۀ لړکښې چې به کله هم دغونډې يا جلسې تابيا کېدله څو ورځې مخکښې به د لرو لرو علاقو نه خلق بابړې ته راتلل کوم چې به دوي پۀ حجره کښې دېره او د هغوي مېلمستيا به ئې پۀ روڼ تندي سره کوله. د هغوي د پاره د خوراک انتظام به ئې د خپل جېب او ذاتي پنګې نه کولو او دغه سلسله دوي تر مرګه يعني ٢٠٠١ز پورې جاري وه.

    د ١٩٧٠ز انتخاباتوکښې خان عبدالولي خان د قومي او صوبائي نشستونو نه ولاړ ؤ او دواړه نشستونه ئې پۀ ګڼ شمېر ووټونو ګټلي وو. هغوي د قانون مطابق د صوبائي نشست نه استعفٰي ورکړله نو د ګوند الېکشن کمېټۍ بيا دغه ټکټ سيدخسرو باچا ته پېش کړو. د کوم نه چې هغوي د شکريې ادا کولو سره انکار وکړو. او بيا وروستو دغه ټکټ شېردل خان ته ورکړے شو او هغوي پۀ يو لوے اکثريت دغه نشست وګټلو او د صوبائي اسمبلۍ غړے شو.

    د ډي پي ار پۀ موقع سيد خسرو پروېز باچا د افغانستان او جلال اباد ته به هره مياشت تللو کوم ځاے کښې چې هغوي د باچاخان پۀ خدمت کښې حاضر شوي وو. او د مخکښې د پاره ئې ترې نه لائحه عمل او زدکړه کړې وه. د جلا وطنۍ پۀ دوران کښې د خان عبدالولي خان ذاتي جائيداد او ځمکو ټولې مسئلې د سيد خسرو پروېزباچا ته حواله وې او د ضبطګۍ چې څومره اپيل او د کېسونو هلې ځلې به ټول پۀ ټوله دوي کولې.

    د حېدر اباد سازش کېس پۀ سلسله کښې پۀ باچاخان، خان عبدالولي خان، خان عبدالغني خان او دوي ټوله کورنۍ پۀ جېل وو او پۀ دوي باندې مقدمې چلېدلې نو د پښتون قومي تحريک مخ پۀ وړاندې بوتلو د پاره هېڅوک بهر پۀ مېدان کښې موجود نۀ وو. نو سيد خسرو پروېز باچا او سيد الياس باچا پۀ چوک يادګار پېښور کښې پۀ جلسه کښې مشرانو ته دا تجويز وړاندې کړو چې د تحريک مشري دې مور بي بي بېګم نسيم ولي خان ته پۀ حواله کړے شي. څوک چې به د تحريک مشري ډېره پۀ ښۀ طريقه وکړي ځکه چې د هغوي ټول تربيت پۀ سياسي کورنۍ کښې شوے دے او د تحريک د ټولو حالاتو نه کۀ پخواني او کۀ اوسني ښۀ خبر ده. کومې سره چې هلته موجود ټولو مشرانو اتفاق وکړو او څۀ موده وروستو ورته عملي شکل ورکړے شو.

    سيد خسرو پروېز باچا مور بي بي ته دا تجويز هم پېش کړے ؤ چې د زنانو تنظيم د دې وخت د تقاضې مطابق پکار دے او د زنانو غونډو د پاره ئې خپل کور پېش کړلو. دغې تجويز ته لږې ورځې وروستو عملي شکل ورکړے شو. او وړومبنے د زنانو عظيم الشان جلسه د سيد خسرو باچا پۀ کورکښې وشوه . چې پۀ کښې د سيد خسرو پروېز باچا کور واله صوبائي صدره او د سيد فصيح باچا مشره لور جنرل سېکتره غوره کړې شوه. او دغه شان د پښتون قامي تحريک کښې پۀ هلوځلو کښې پۀ تاريخ کښې پۀ وړومبي ځل د زنانو د کردار ابتدا وشوله. مېرمن ياسمين ميرمحمدخان او مس پروين د تنظيم فعاله غړې وې. چې ډېر محنت سره به ئې کار کولو.

    سيد اميرخسرو باچا د پارټۍ پۀ مختلفو عهدو باندې هم د قام خدمت کړے دے . دے د خپلې تپې صدر پۀ هغه ورځو کښې پاتې شوے ؤ پۀ کومو ورځو کښې چې چارسده پۀ صرف دوه تپو باندې مشتمل وه. يعنې تپه چارسده او تپه پړانګ دے د تپه پړانګ صدر ؤ. او د دوي علاقه ترد ډهېري زرداد پورې وه. او بل اړخ ته دوابه او اګره علاقو پورې وه. او د دې دواړو کلوترمېنځه چې څومره کلي هم اباد دي دغه ټوله علاقه کښې به دوي د پارټۍ او تنظيم کارکولو ذمه وار وو. او د دغو ځايونو خلق به دوي دګوند او تحريک د روانو چارو نه هر وخت خبر ساتل. د تپې د صدارت نه علاوه هغه د صوبائي کونسل غړے هم پاتې شوے ؤ. او پۀ دغه موقع ئې هم د تحريک اوګوند د پاره خپل کردار ډېر پۀ ښۀ طريقه سره ادا کړے ؤ.

    دے پۀ کال ٢٠٠١ز کښې د ٧٤ کالو پۀ عمر کښې وفات شو او د وفات نه وروستو بيا پۀ خپله ابائي مقبره چارسده کښې دفن کړے شو. د دۀ پۀ وارثانو کښې دوه ځامن سيد شاه فخر عالم ،سيد محمد عالم باچا او درې لوڼه شاملې دي. او هغوي د ګوند سره معمولي خفګان راغلے دے خو بيا هم د بل ګوند اړخ ته نۀ دي تلي بلکې اوس هم ټولې همدردۍ د عوامي نېشنل پارټۍ پۀ خپلو زړونوکښې لري. بايد چې د دوي د پخلا کولو پۀ لړکښې دې د ګوند د مشرانو د اړخ نه سنجيده کوشش وشي چې دا کورنۍ يو ځل بيا د پښتون قامي تحريک تسلسل عوامي نېشنل ګوند کښې د قام خدمت کښې خپل کردار ادا کړي.

    راوي:

    سيد شاه فخرعالم اوسيد محمد عالم

    لټون او سمون: سعيد احمد شاهي

    مرستيال: سيدفضل امين او سيد حمزه شاه بابړه

    ذاتي ډائري: سيد خسرو پروېز

    حواله: د تحريک ازادي او باچا خان از فارغ بخاري

  • د بابړې تخت – ليکوال: سعيد احمد شاهي | مرستيال: سيد حمزه شاه بابړه

    د بابړې تخت – ليکوال: سعيد احمد شاهي | مرستيال: سيد حمزه شاه بابړه

    څنګه چې د نامې نه ظاهره ده زما د ننني مضمون عنوان د “بابړې تخت” دے. پۀ تاريخ باندې چې کله مونږ نظر واچوو نو د ډېرو تختونو واقعې او قيصې مشهورې دي. د حضرت سلېمان علېه السلام تخت کوم چې به د هوا پۀ چپو د الله پاک پۀ حکم سره الوتو او پۀ يوه لحظه کښې بۀ يو ځاے نه تر بل ځاے پورې تلو. تخت همېشه د طاقت او حکومت يوه نخښه ګڼلې کېږي نو ځکه چې د تخت نامه څوک واخلي نو د سړي پۀ ذهن کښې د بادشاه، ملکې، حکومت او طاقت تصور پۀ ذهن کښې د فلم پۀ رنګ واوړي. د حضرت سلېمان علېه السلام تخت نه پس پۀ دنيا کښې نور هم ډېر تختونه مشهور وو لکه د يونان د بادشاه تخت،د پارس د بادشاهانو تخت او دلته پۀ هندوستان کښې د مغل بادشاهانو او پۀ مغلو کښې بۀ د اورنګزېب عالمګير د تخت طاوس پۀ باره کښې خو ډېرو خلقو ته ضرور پته وي.

    د بابړې تخت چې اوس هم موجود دے خو دا هغه تخت نۀ دے چې د بادشاهانو پۀ دربار کښې پروت وي او يا هغوي پرې ناسته پاسته کوي خو پۀ دې تخت باندې هغه هستيو او هغه مشرانو ناسته پاسته کړې ده کومو هستيو چې د اولس پۀ زړونو بادشاهي کړې ده او د دې اندازه به د مضمون لوستلونه پس تاسوته ولګي.

    د بابړې دا تخت د “ديار” (د بودار) د لرګي نه د نن نه تقريباً سل کاله وړاندې پېښور کښې اباد د سرو زرو يو بيوپاري چې نامه ئې سېټهـ رام سرن وه، جوړ کړے ؤ. دا تخت تقريباً 1010x فټ اوږد او پلن دے او د ځمکې نه څلور فټه وچت دے. سل کاله پس هم پۀ ډېر ښۀ حالت کښې موجود دے.

    رام سرن د سنوکر لوبې ډېر شوقين ؤ او دا تخت ئې د دغې لوبې لپاره ځان لۀ جوړ کړے ؤ. رام سرن د ال انډيا کانګرس پارټۍ غړے هم ؤ. د رام سرن د بابړې د سېدانو کورنۍ سيد امير خسرو باچا سره ډېر ښۀ تعلق ؤ او د يو بل پۀ غم ښادۍ کښې بۀ پوره پۀ پوره شريک وو. هغۀ دغه تخت څۀ موده پس بيا سيداميرخسرو باچا ته ډالۍ کړو او دغه شان دا تخت د پېښور د اندرشهر نه د هشنغر بابړې ته را وړلے شو. او تر نن ورځې پورې د سيد امير خسرو باچا پۀ کور کښې پروت دے. سيد امير خسرو باچا هم د ال انډيا کانګرس غړے ؤ او چې د هندوستان د تقسيم اعلان وشو او مسلمانان پاکستان او هندوانو هندوستان اړخ ته پۀ تګ باندې مجبور شول نو رام سرن سېټهـ هم هندوستان اړخ ته لاړو خو د تلونه مخکښې ئې دخپل ذاتي کور سامان سيد اميرخسرو ته ډالۍ کړلو. چې پۀ کښې يوه منډهۍ او پېښور کابلۍ بازار کښې دوکانونو نه علاوه يوه د سټيل نه جوړه المارۍ، دوه کټونه او د سرو زرونه جوړه طمانچه هم شامله وه. خو د تقسيم نه پس سيد امير خسرو باچا هغه منډهۍ او دوکانونه محکمه اوقاف ته حواله کړل. البته د کور دغه سامان دوي ځان سره محفوظ وساتلو.

    وخت تېرېدو سره سره دا تخت د سنوکر لوبې نه علاوه د سيد امير خسرو باچا کورنۍ پۀ خپل ذاتي استعمال کښې هم راوستو او د ناستې پاستې د پاره پرې بالختونه کېښودلے شول او دغه شان بيا پۀ مستقله توګه او صرف د ناستې پاستې د پاره ئې استعمال شروع شو.کله چې د پښتون قامي تحريک جوړښت د ال انډيا کانګرس سره شوے ؤ نو د کانګرس پارټۍ مرکزي مشرانو به اکثر ددې صوبې دورې کولې.

    دکانګرس پارټۍ يو وفد چې پۀ کښې مولانا عبېدالله سندهي، مولانا حسېن احمد مدني، مولانا ابوالکلام ازاد او نور ډېرګڼ شمېرمشران شامل وو د صوبې پۀ دوره راغلي وو. خو د هغوي دې صوبې ته پۀ راتګ باندې پېرنګي بنديز لګولے ؤ. نو د دې وجې هغوي دغه خپله غونډه پۀ پټه باندې د شپې د سيد اميرخسرو باچا پۀ ځاے (بابړه) کښې وکړه. او دغې مشرانو هم بيا پۀ دې تخت باندې د دغې غونډې پۀ موقع ناسته کړې ده. د غونډې د ختمېدونه پس هغوي شپه هم د سيد اميرخسرو باچا سره د هغوي پۀ ځاے کښې کړې وه او سحر بيا د خپل منزل پۀ لور وتلي وو .

    بيا کله چې ګاندهي جي پۀ ١٩٤٢ز کښې د هشنغر او بابړې دوره کړې وه نو د جلسې نه وروستو ورله سيد اميرخسرو باچا پۀ خپل ځاے کښې د جلسې او د پارټۍ مشرانو لۀ د چايوڅښکلو او لږ ساعت د ارام کولو بندوبست کړے ؤ. نو پۀ دغه موقع باندې ګاندهي جي، باچاخان او نورو مشرانو هم پۀ دې تخت باندې ناسته او خوراک څښاک کړے ؤ.

    رام سرن سېټهـ چونکې د سير امير خسرو باچا سره ډېره کلکه دوستانه وه. نو چې کله هغه د دې صوبې نه لاړل نو پۀ دهلي چاندني چوک کښې ئې ځان لۀ کور واخستو او کاروبار ئې هم شروع کړو. خو هغۀ د تقسيم سره خپله دوستانه تقسيم نۀ کړله. او پۀ کال ١٩٥٠ز کښې چې کله د سيد اميرخسرو باچا د زوي سيد خسرو پروېز باچا پۀ خپله هم خدائي خدمتګار ؤ، د وادۀ نېټه کېښودې شوې وه نو رام سرن د هندوستان نه د سفارتخانې پۀ اجازت سره د واهګه پۀ لار باندې د دۀ د وادۀ د پاره د هندوستان نه ډېرې قيمتي ډالۍ را لېږلې وې.

    کله چې بهټو، باچاخان، خان عبدالولي خان، اسفنديارولي خان او د پارټۍ نور مشران پۀ جېل کښې بنديوان کړل نو پۀ دوي ټولو ئې د غدارۍ مقدمې جوړې کړې کوم چې پۀ تاريخ کښې د “حېدر اباد سازش کېس” پۀ نامه سره يادېږي. پۀ کال ١٩٧١ز کښې بېګم نسيم ولي خان مېدان ته بهر را ووتله او ځاے پۀ ځاے ئې جلسې او غونډې شروع کړې او قام او اولس ئې د حکومت وخت د دې ظلم و جبر نه خبر کړل. او پۀ رښتيا ئې دا ثابته کړه چې ښځه هم سړي سره اوږه پۀ اوږه پۀ هر مېدان کښې د وخت او حالاتو مقابله کولې شي.

    مور بي بي قامي تحريک کښې ښځې بېدارې کړلې او خپله وړومبۍ غونډه ئې د اميرخسرو باچا پۀ کور کښې کړې وه چې دغه ناسته هغوي هم پۀ دې تخت باندې کړې وه. پۀ دغه غونډه کښې هغوي د پښتون قامي تحريک او نېشنل ډېموکرېټک پارټۍ د پاره د ښځو تنظيم جوړ کړے ؤ. پۀ دغه موقع صوبائي صدره ئې د امير خسرو باچا اينګور او سيد خسرو پروېز باچا ښځه غوره کړې وه. او ورسره جنرل سېکتره د سيد محمد فصيح باچا لور غوره کړې شوې وه. پۀ دې موقع محترمه ياسمين پير محمد خان بي بي ، پروين تا تاري بي بي هم د مور بي بي د کومک د پاره راغلې وې. وروستو بيا چې کله پۀ پېښور چوک يادګار کښې جلسه وه نو پۀ دغه جلسه کښې سيدخسرو پروېزباچا او الياس باچا دا تجويز وړاندې کړلو چې د پارټۍ ټوله مشري دې مور بي بي لۀ ورکړې شي.

    پۀ دې تخت باندې ددې مشهورو هستيو نه علاوه هم ډېرو خلقو ناسته کړې ده. کله به چې غونډه د سيد اميرخسرو باچا پۀ ځاے کښې پېل شوه نو د دغې غونډې مشرانو به پۀ دې تخت باندې ناسته کوله او پۀ خصوصي توګه د ښځو جلسې يا غونډې خو د امير خسرو باچا پۀ ځاے کښې شوې دي. پۀ بابړه کښې الله پاک امير خسرو باچا لۀ لوے کور او جائيداد ورکړے دے. او د ټولو نه لويه خبره دا ده چې د پښتنو پۀ دې قامي تحريک ډېر مئين ؤ. نو هم دغه وجه ده چې د دوي ځاے کښې دا دومره هلې ځلې شوې دي او کېږي.

    کله چې د پاکستان موجوده وزيراعظم عمران خان د شوکت خانم هسپتال لاهور د پاره چنده کوله او هېڅ قسمه سياست ئې نۀ کولو بلکې هغه وخت به ئې سياست ته سپک کتل، نو هغه پۀ ټول ملک او دنيا کښې د دغې هسپتال د پاره د چندې پۀ نيت ګرځېدلو. پۀ دغه ورځو کښې هغه هم بابړې ته راغلے ؤ. چا ورته د مخکښې نه د دې تاريخي تخت خبره کړې وه نو د دې ليدو لۀ د امير خسرو باچا ځاے ته راغلے ؤ. او د تخت د ليدو او پۀ دې د ناستې هيله ئې لرله. کله چې هغۀ دا تخت وليدلو او پۀ تفصيل سره د دې د تاريخي اهميت نه خبر شولو نو دا خواست ئې کړے ؤ چې زۀ به د خپلې کور ودانې “جمائمه عمران” سره د دې تخت ليدلو دپاره يوځل بيا ډېر زر بېرته راځم.

    پۀ ٢٧ جولائي ٢٠١٠ز چې پۀ ټوله پښتونخوا او خصوصاً پۀ هشنغر کښې کوم خونړے سېلاب راغلے ؤ نو د دغه سېلاب اوبۀ د سيد اميرخسرو باچا کورته هم دننه ورغلې وې او د هغې لۀ وجې تخت ته معمولي نقصان رسېدلے ؤ چې يوه پايه ئې ماته شوې وه کومه چې بيا د امير خسرو باچا نمسو د سېلاب ختمېدو نه وروستو دوباره پۀ ترکاڼ جوړه کړه. د دې تخت تاريخي اهميت نه چې څوک خبر دي نو يو ځل د دې د ليدو او پۀ دې باندې د ناستې خواهش ئې پۀ زړۀ کښې ارومرو پېدا کېږي.او د امير خسرو باچا وارثان هم د هر چا دا خواهش پوره کولو ته تيار وي .

    د مضمون پۀ اخره کښې زما د الله تعالي نه دعا ده چې مونږ ټولو لۀ دې دا وس او طاقت راکړي چې د خپلو قامي او قيمتي اثاثو حفاظت وکړو چې د راتلونکي کهول د پاره ئې خوندي کړو. دا اثاثې صرف څيزونه نۀ دي،بلکې دا زمونږ د تاريخ ګواهان دي ۔ بايدمونږ خپل بچي د خپل تاريخ نه خبر وساتو.

    خصوصي شکريه

    سيد فضل امين

    حواله: ذاتي ډائري، سيداميرخسرو باچا، سيد خسرو پروېز باچا

  • خدائي خدمتګار حبيب الله کاکا – سعيد احمد شاهي

    خدائي خدمتګار حبيب الله کاکا – سعيد احمد شاهي

    پۀ خدائي خدمتګارتحريک کښې ډېر سپېځلي او پاک خلق شامل دي کومو چې د خپل وطن او قام خدمت ډېر پۀ مينه، جوش او بې غرضۍ سره کړے دے، او نړۍ ته ئې دا ثابته کړې ده چې پښتون پۀ رښتيا يو ډېر مهذب او پۀ خپل وطن او خلقو باندې مئين قام دے. او پۀ خدمت کښې دوي د دنيا د نورو مهذبو قامونونه وروستو نۀ دي.

    د دې وجه دا وه چې فخر افغان باچاخان د خپلو ملګرو تربيت پۀ دې طريقه کړے ؤ چې د دوي پۀ رګ رګ کښې ئې د قام او وطن مينه شامله کړې وه. او يوه داسې ورورولي پۀ دوي کښې پېدا شوې وه چې دوي به د يو بل نه خپل سرونه هم قربانول. د مشرانو د طرف نه دوي ته به چې کوم يوکار هم پۀ حواله شو دوي به د زړۀ دکومي هغه کار کولواو سر ته به ئې رسولو. پۀ دې لار کښې دوي د هېڅ قسمه دړکو، وهلو ټکولو،زندان يعنې چې د مرګ نه هم نۀ دي وېرېدلي او پۀ مخه تلي دي. پۀ دوي کښې د حبيب الله کاکا نوم هم شامل ؤ. حبيب الله کاکا پۀ کال 1920ز کښې پۀ بابړه کښې پېدا شوے ؤ. د پلار نوم ئې مومن خان ؤ. دوي پينځه وروڼه او يوه خور وه. چې حبيب الله کاکا پۀ کښې د ټولو نه کشر ؤ. چونکې پۀ هغه وخت کښې څۀ مکتب يا مدرسه پۀ نزدې علاقو کښې موجود نۀ وه نو دۀ د بدقسمتۍ نه دنياوي تعليم حاصل نۀ کړے شو. خو ديني تعليم ئې خپل کور سره نزدې جومات چې د مولانا صمداني صاحب جومات باندې مشهور ؤ هلته کښې د مولانا صمداني صاحب چې هغوي پۀ خپله هم يو خدائي خدمتګار ؤ، څخه حاصل کړو.

    د دې نه علاوه دې جومات هم پۀ خدائي خدمتګارتحريک کښې ډېر اهم کردار ادا کړے دے چې پۀ يو بل ځانګړي مضمون کښې به پرې د ليکل کولو کوشش کوم. چونکې اوس دا مضمون د حبيب الله کاکا روان دے نو خپل ځان به دې پورې محدود کړم.

    خدائي خدمتګار حبيب الله کاکا چې کله پۀ ښۀ او بد پوهه شو نو د خپل پلار سره ئې زمينداري شروع کړه . هغۀ له الله پاک يو خصوصي طاقت ورکړے ؤ او د الله پاک پۀ فضل هغه يو پهلوان ؤ. د درې څلورو کسانو کار به حبيب الله کاکا پۀ يواځې ځان کولو. کله چې فخر افغان بابا د پښتون قام د بېدارۍ پۀ غرض د هر پښتون کوڅو ته تللو نو هم پۀ دغه سلسله کښې ئې د بابړې کلي هم بې شمېره دورې کړې دي او بابړه به فخر افغان بابا خپل دوېم کلے ګڼلو. د بابړې اوسېدونکو هم د فخر افغان بابا پۀ اواز لبېک وئيلے ؤ. او هره خبره به چې وه نو د بابړې خلق به پۀ کښې د ټولو نه مخکښې پۀ وړومبي صف کښې ولاړ وو. پۀ بابړه کښې د ټولو نه لويه حجره پۀ هغه وخت کښې د سيد لعل بادشاه عرف بړاميا وه او چې پۀ کلي به کۀ څۀ وړوکې يا لويه غونډه وه هغه به هم پۀ دې حجره کښې کېدله. د غونډو نه علاوه پۀ فارغ وخت کښې به د کلي خلق دې حجرې ته را غونډېدل او پۀ خپلو کښې به ئې ګپ شپ لګولو.

    حبيب الله کاکا به د دغې خلقو خدمت کولو او چې د ګرمۍ موسم به ؤ نو شربت، کۀ د يخنۍ موسم ؤ نو چاے او کۀ د ډوډۍ وخت به ؤ نو ډوډۍ به ئې هم را وړله. د دې نه علاوه کۀ مېلمانۀ به راغلل نو د هغوي خدمت به ئې هم کولو. دا نه چې دا هرڅۀ به يواځې حبيب الله کاکا د خپل جېب نه يا خپل کور نه کول بلکې د خپل کور نه علاوه به هغوي د بړاميا د کورنه هم دا هر څۀ را وړل. د دې نه علاوه کوم خلق چې به دغلته کښې ناست وو د هغوي د کورونو نه هم را وړل او دا ټول خدمت به حبيب الله کاکا او د هغۀ ځامنو کولو. حبيب الله کاکا چونکې يو پهلوان ؤ نو دوي به کله چې هم د کبډۍ څۀ مقابله پۀ کلي کښې يا د کلي نه بهر کېدله نو حبيب ا لله کاکا به پۀ کښې برخه اخستله او پۀ دغه ډول ډېرې مقابلې ئې ګټلې وې. د هغوي يوه خبره ډېره مشهوره ده چې فخر افغان بابا له يو کس پۀ دوابه نحقۍ خرکۍ کښې يو اس پۀ تحفه کښې ورکړے ؤ چې هغه اس ډېر سرکش او مست ؤ. او هېڅ چا هم نۀ شو قابو کولے ۔ چې حبيب الله کاکا خبر شو نو هغۀ ورته ووئيل چې دا اس به زۀ د دوابې نه اتمانزو ته بوځم، تاسو ټول بې غمه شئ. او هم هغسې وشوه . حبيب الله کاکا هغه سرکشه اس رام کړو او د پاسه پرې سور شو او اتمانزو ته ئې ورسولو. د هغې نه پس د حبيب الله کاکا د پهلوانۍ قيصې تر لرې لرې پورې ورسېدې. حبيب الله کاکا يو ډېر مخلص انسان ؤ. تعليم خو ئې نۀ ؤ کړے خو د اخلاقو پۀ داسې درجه کښې ؤ چې د هغۀ نه به پۀ کلي کښې او د کلي نه بهر هم کوم ځايونو کښې چې د بابړې د خلقو لوڼه خوېندې وادۀ شوې وې، هغه کورونو هم د هغۀ نه ستر نۀ کولو. حالانکې پۀ بابړه کښې د سيدانو کورنۍ ګڼې دي او پښتانۀ بالعموم او سيدان بالخصوص د کور د پردې خيال ساتي. خو د حبيب الله کاکا به چې کله هم څۀ سوال جواب يوړلو نو دغه معززو کورونو به پرې پۀ کور دننه چاے اوبۀ کول او د دې دومره لوي اعتبار وجه د حبيب الله کاکا اخلاق وو.

    د دې نه علاوه حبيب الله کاکا دومره خوش اخلاقه انسان ؤ چې کۀ وړوکے ؤ، کۀ لوے، کۀ ځوان ؤ او کۀ بوډا حبيب الله کاکا به ورسره ښۀ پۀ مزاحيه انداز کښې ګپ شپ لګولو. او هغوي سره به ئې د موقعې مناسبت سره خبرې اترې کولې.او چې يو ځل به چا ورسره ګپ لګول شروع کړل نو د هغۀ محفل نه به بيا د پاسېدو ته د چا زړۀ نۀ کېدلو.او زړۀ به ئې دا غوښتل چې دے لګيا وي ګپ لګوي او مونږ ئې اورو او خوند ترې اخلو.

    د 12 اګست 1948ز د بابړې خونړۍ پېښه کښې هم حبيب الله کاکا يو ډېر اهم کردار ادا کړے ؤ. حکومت چې کله د خدائي خدمتګارو پۀ پرامن جلوس باندې ګولۍ ورول شروع کړل او ډېر خدائي خدمتګاران پۀ کښې شهيدان او ژوبل شول هم دغه دوران کښې حبيب الله کاکا د سيد لعل باچا (بړاميا) ، خان عبدالولي خان او بي بي مهرتاجه سره يوځاے د ژوبل کسانو مرهم پټۍ کولې او هغوي به ئې د ګولو د مېدان (جمعې جومات) نه نزدې ابادۍ پورې پۀ خپله ملا باندې اوړل او محفوظو ځايونو ته به ئې رسول. کله چې بيا حالات صحيح شو او کرفيو ختمه شوه نو د هغه زخميانو او شهيدانو وارثان بيا بابړې ته راغلل او د قيوم خان د طرف نه لګولې شوې جرمانې او د ګولو قيمت ادا کولو نه پس هغوي هغه مړي او زخميان خپل خپل کورونو ته يوړل. د حبيب الله کاکا د وېنا مطابق هغۀ پۀ خپل لاس کم از کم د اتيا نه واخلې تر سلو پورې مړي او زخميان محفوظو ځايونو ته پۀ دغه ورځ رسولي وو. د حبيب الله کاکا نه علاوه د خواو شا د کورونو خلقو هم ګڼ شمېر مړي او زخميان محفوظو ځايونو ته رسولي وو. او د بابړې داسې کور نۀ ؤ چې پۀ هغې کښې د 8 يا 10 کسان مړي يا زخميان نۀ وو پټ کړے شوي. د دې نه علاوه فوځ او ملېشاء به کوڅه پۀ کوڅه ګرځېدل، د بابړې او د پړانګو د خلقو دکورونو بې عزتۍ به ئې کولې او دا خبره به ئې کوله چې تاسو د باچاخان ملګرتيا پرېږدئ ګنې نو نور به هم ډېر نقصان ومومئ. د يوې اندازې مطابق پۀ دغه پېښه کښې 56 زره ګولۍ د ټوپک او مشين ګنو چلېدلې وې اود هر مړي او زخمي نه کم از کم سل روپۍ جرمانه اخستې شوې وه. هسپتال والو د دغې زخميانو د علاج نه انکار کړے ؤ. نو د دې ظلم او زياتي به تاريخ کښې بل مثال څۀ ملاوېږي. ځکه دا د پښتنو د کربلا پۀ نامه يادېږي.

    د دې پېښې پۀ ياد کښې هر کال د 12 اګست ورځ کولے شي. او هر کال پۀ 12 اګست د دغې پېښې پۀ ياد کښې پۀ بابړه کښې کور پۀ کور د شپې ډېوې او شمعې بلېږي. او سحر بيا هم هغه د سيد لعل باچا (بړاميا) چې زوي د سيد فصيح باچا ؤ د هغۀ حجرې نه د 12 اګست 1948ز د جلوس د يووالي د پاره را اوځي او هم پۀ هغه لارو بيا غازي ګل بابا جومات ته ځي او هلته د جلسې نه پس د شهيدانو ياد ګار ته ځي او پۀ هغې باندې ګلونه اچول کېږي. او د هغه ځاے نه بيا ټول جلوس خورېږي.

    حبيب الله کاکا به د خدائي خدمتګارو هرې يوې غونډې له ځان رسولو او پۀ خصوصي توګه کومه غونډه چې به پۀ بابړه کښې وه هغې کښې به ئې د لاسو پښو خدمت ته ځان حاضر ساتلو ۔ نۀ يواځې دے بلکې خپل ټول ځامن چې شپږ کسان وو هغوي ته به ئې هم حکم ورکولو چې د راغلو مېلمنو د زړۀ د اخلاصه خدمت وکړئ او څوک هم خفه لاړ نۀ شي.

    د برانچ او تپې د تنظيم نه چې به کله حکم وشو چې د جرګې يا غونډې د پاره دې خلق خبر کړے شي نو حبيب الله کاکا به کوڅه پۀ کوڅه ګرځېدو او ټول د تحريک او خدائي خدمتګاران به ئې خبرول. چونکې هغه وخت د اطلاعاتو نظام دومره مخ پۀ وړاندې نه ؤ تلے کوم چې مونږ نن سبا خپل ګېر چاپېروينو نو بيا هم خدائي خدمتګارانو خپل د خېر خبر نظام دومره تکړه جوړ کړے ؤ چې پۀ لږ وخت کښې به د پښتونخوا د يو ګټ نه خبر تر د بل ګټ پورې رسېدلے ؤ.

    بعضې وخت چې به کله ډېره سختي وه او پۀ عام طريقه د غونډې خبره کور پۀ کور رسول ګران وو نو حبيب الله کاکا به نغاره خپلې غاړې ته واچوله او د کلي هرې کوڅې ته به لاړو او هلته به ئې نغاره ووهله او اعلان به ئې پۀ کورړ ورډز (Code Words) کښې، د مثال پۀ توګه داسې اعلان وکړو. ” چې يو ضروري اعلان واورئ، د حضرت ګل بابا نه يو سنډا ورک شوے دے او دغې پسې د ګرځېدو يا پېدا کولو د پاره به نن د فصيح باچا ارټ کښې د کلي مشران را غونډېږي، تاسو مهرباني وکړئ د ماښام مانځۀ نه پس د فصيح باچا ارټ ته ځان را ورسوئ” چونکې خدائي خدمتګاران ډېر پوهه او خپل تحريک سره کلک تړلي خلق وو نو چې د حبيب الله کاکا به دغه سوال جواب به هم پوهه شواو هغه مقرره وخت لۀ به ئې ځان هم هغه ټاکلے شوي ځاے ته ورسولو. دا بندېزونه يوازې د پېرنګيانو وخت کښې نۀ وو بلکې د هندوستان د وېش نه پس هم د پاکستان واکمنو جاري ساتلي وو او هغوي به خدائي خدمتګارو ته د خپل دښمن پۀ نظر کتل. ولې چې مسلم ليګ او د هغوي خوا خوږو سره د عام اولس مرسته خو نۀ وه بلکې د عام اولس ټولې همدردۍ او تړون د خدائي خدمتګارو سره وې. او خدائي خدمتګار به هغوي خپل ملاتړ او غمخوار ګڼل او د خپل سر، بچو، مال حال، جائيداد او د هرڅۀ نه پرې ورتېر وو. حالانکې پېرنګي او د هغوي نه پس د پاکستان واکمنو پۀ دوي باندې هر قسمه وس وکړو، وهل ټکول، قېدونه، جرمانې، د کورونو او جائيداد نيلامي عن د ټوپکو ګولې ئې پرې وورولې خو بيا هم دا خلق ئې د خپلې لارې نه بې لارې نۀ کړل او د ظلم او جبر دا سلسله اوس هم پۀ مختلف شکلونو کښې جاري ساتلې شوې ده. بهانه هم هغه زړه ده خو شکل ئې بدل دے. کله ئې د ترهه ګرۍ پۀ نوم، کله ئې د ټارګټ کلنګ او کله څۀ او کله څۀ شکل يا طريقه ده چې تر اوسه روانه ده. او د فخر افغان بابا د قافلې خلق اوس هم د هغه پخوانۍ جذبې او تړون سره روان دي او د دې هرڅۀ باوجود هم خپله لاره بدلوي نه بلکې ورځ پۀ ورځ خپل تړون نور هم مضبوطوي.

    خبره د حبيب الله کاکا روانه وه خو دا يو څو خبرې پکښې ما ته ضروري ښکارېدې نو بيان مې کړې. حبيب الله کاکا ډېر د غربت او تنګ دستۍ عمر تېر کړے دے خو پۀ خپله خوددارۍ ئې هېڅ قسمه سودا نۀ ده کړې. د دې هغې غټه وجه دا هم وه چې هغۀ له الله پاک پۀ تحريک کښې داسې ملګري او مشران ورکړي وو چې پۀ خدائي خدمتګار تحريک کښې د خپل فهم وفراست پۀ وجه لوړ مقام او نوم لري او خلق ئې خپل استاذان ګڼي بلکې احمدکاکا، سيدفصيح باچا، عابدباچا، عبدالغفوراستاذ، سالار انځرګل، عبدالمصور زرګر، عبدالاحدکاکا، عبدالمالک فدا، سيد لعل بادشاه (بړاميا)، عبدالله کاکا، فضل رحمان، بابو غلام رسول، باز استاذ، حبيب شاه کاکا او حضرت ګل کاکا شامل وو. او بيا پۀ خصوصي توګه حضرت ګل کاکا او عبدالغفور استاذ سره ډېر نزدې پاتې شوے ؤ او د پروپېګنډې کار به ټول دوي پۀ شريکه کولو.

    د حبيب الله کاکا او د دۀ ملګرو پۀ شان خلق ټول د خدائي خدمتګار تحريک روح روان وو او دوي دا ټول تحريک کار پۀ خپله اوګه کړے ؤ او منزل ته ئې رسولے ؤ. الله پاک دې دا ټول مشران سره د خاورو وبخښي. حبيب الله کاکا تاريخ وفات هم پۀ يو خاص ورځ يعنې 12 اګست 2007ز دے او دے خپله پلارنۍ مقبره پړانګو کښې پروت دے. او د دوي کارنامې او خدمت اوس هم ټول خلق پۀ ښو ټکو کښې يادوي ۔ ددۀ پۀ پسماندګانو کښې يوه ښځه، شپږ ځامن او دوه لوڼه شاملې دي. د دۀ مشر زوے امان الله کاکا چې عمر ئې نن سبا تقريباً اتيا کاله دے او ژوندے دے او دے پۀ خپله هم د دې تحريک برخه پاتې شوے دے او پۀ را روانو ګڼو کښې زما دا کوشش دے چې يو مضمون هم پۀ هغۀ باندې هم وليکم. او هغۀ سره چې کوم واقعات تړلي دي هغه ستاسو مخې ته راولم.

    راوي: (١) امان الله کاکا (مشر زوے)

    (٢) احسان الله کاکا (زوے)

    (٣) رحمت الله کاکا (زوے)

    (٤) سحرګل (زوے)

  • د بابړې تاريخي او مشهور د شږې جومات – ليکوال: سعيد احمد شاهي – مرستيال: سيد حمزه شاه

    د بابړې تاريخي او مشهور د شږې جومات – ليکوال: سعيد احمد شاهي – مرستيال: سيد حمزه شاه

    بابړه د چارسدې ضلعې هغه تاريخي کلے دے چې د سکندراعظم د وختونو راهسې اباد دے او بيا وروستو د ګندهارا پۀ تاريخ کښې هم د دې کلي اثار ملاوېږي او وروستو بيا پۀ هندوستان باندې حمله کوونکي لوئې لوئې خلق هم پۀ هشنغراو د بابړې پۀ لار باندې هندوستان ته تلي راغلي وو.

    خو بابړه د ميا سېد نور بابا يعنې (1747ز) نه مشهوره شوې ده او د هغې وجه هم دا د ميا سېدنور بابا شخصيت او د هغوي فهم و فراست ؤ. ميا سېدنور بابا د هغې وخت حکمرانانو د بابړې د خواؤ شا پۀ علاقو کښې د ابادو خلقو ترمنځه روغه کولو او جګړو حل د پاره د مردان کلي محب نه بابړې ته راوستے ؤ. د زمکو او جائيداد د تصفيې پۀ موقع به د هغوي د متنازعه جائيداد پينځه حصه د قانون او قواعدو مطابق ورکړې کېدله او د دغې لۀ وجې د ميا سيدنور بابا ټول خاندان او خپل خپلوان بيا دلته پۀ بابړه کښې اباد شول.

    هم دغه وجه وه چې د مذهبي عقائدو او فرائض پوره کولو د پاره بيا دوي ته د جوماتونو ضرورت هم ؤ. نو پۀ وړومبي ځل ئې د کلي قبلې طرف ته هغه وخت د جيندي سيند پۀ غاړه يو جومات جوړ کړو. څۀ موده پس چې بيا د بابړې کلي ابادي زياته شوله نو د بل جومات ضرورت ورته ډېر پۀ شدت سره محسوس شولو. د بابا جي کشر زوي سيد ميا عباس د کلي سوېلي اړخ ته د سيند پۀ غاړه باندې پۀ خپل ذاتي جائيداد کښې ځاے خوښ کړو او خپل د ترۀ زوي سيد ميا شېرعلي باچا پۀ امداد باندې ئې يو جومات جوړ کړلو او د چت د پاره ورته لرګي د کشميريانو د خاندان مشر ورکړل. دغه ځاے پۀ بابړه کښې پۀ شږه باندې مشهور دے. پۀ وړومبو ورځو کښې به د جيندي سيند ددې جومات پۀ غاړه باندې بهېدلو او د جومات نه سوېلي اړخ ته دغې سيند ته يو پوړۍ لاندې کوزه شوې وه. د استنجا د پاره به خلق سيند ته لاندې کوزېدل. د وخت د تېرېدو سره سره سيند خپل اړخ بدلولو او نن سبا د دې جومات نه يو فرلانګ لرې بهېږي.

    د دې جومات نه ګېر چاپېره د سيدنور بابا د اولاد ځمکه موجوده وه او سوېلي اړخ ته ترې د غني خېلو ځمکه وه. د دې جومات نه قبلې اړخ ته د ميا سيد عباس باچا د نمسو زرعي زمکه، قطب اړخ ته بابړې ته د تګ راتګ لار، نمر خاتۀ اړخ ته د ميا سيد نور بابا د نورو نمسو حجره او سوېلي طرف ته نوې اباد شوي کورونه دي.

    د بابړې دا جومات ډېر تاريخي حېثيت لري. کله چې فخر افغان باچاخان بابا د پښتون قوم د بېدارۍ او اصلاح کولو د پاره د “انجمن اصلاح الافاغنه” پۀ نامه سره د تحريک بنياد کېښودو او د هغې پۀ لړکښې ئې د ټولو سيمو دورې شروع کړې نو پۀ دغه لړکښې بابړې ته هم راغلے ؤ او پۀ هغه وخت د ميا سيدنور باچا پۀ بابړه کښې د اباد خاندان مشر سيدلعل بادشاه سره ئې ملاقات کړے ؤ او د هغوي نه ئې د مرستې او ملاتړ کولو خواست کړے ؤ. پۀ ځواب کښې ورته سيد لعل بادشاه د ورورولۍ او مکمل کومک اعلان وکړو.

    د دغې نه وروستو پۀ هره موقع بيا فخر افغان بابا بابړې ته راغلے دے او د سيد لعل بادشاه پۀ حجره کښې ئې ناسته کړې ده. فخر افغان بابا د مانځۀ د پاره هم دې جومات ته تلے دے. پۀ دغه ورځو کښې د جومات امام يو ډېر لوے عالم مولانا فضل الهٰي ؤ ، د هغۀ د مرګ نه پس د هغۀ کشر ورور مولانا فضل صمداني صېب ؤ.

    فخر افغان بابا به هم د دين او فقهې پۀ مسئلو کښې د دوي نه مدد اخستلو. د دې جومات پۀ نمرخاتۀ کښې د خاورو يوه څلور پينځۀ فټه دونکاچه جوړه شوې وه. د جومات نه نمر خاتۀ طرف ته د ميا سيدلعل بادشاه (بړاميا) حجره او يو لوے مېدان ؤ. کله چې به د بابړې او خواوشا کلو يعنې پړانګو او چارسدې کلي وغېره خلق د فخر افغان بابا د راتګ نه خبر شول نو ټول به دغې حجرې او مېدان کښې را غونډ شول او فخر افغان بابا به ورته د جومات پۀ دغه د خاورو نه جوړې دونکاچه باندې اودرېدو او خپله مدعا به ئې خلقو ته د تقرير بۀ شکل بيان کړله.

    دا جومات اول کچه ؤ چې پکښې يو لوي تالار (هال)، برنډه، د استنجا ځايونه، د امام او مېلمانو د ارام د پاره يوه کچه کمره هم وه. پۀ دې جومات کښې د سيند د رخ بدلولو نه پس يو کوهے هم موجود ؤ. دې جومات ته د تګ راتګ د پاره د درې اړخو نه لارې وې. د ٢٧ جولائي ٢٠١٠ز د سېلاب د اوبو له وجې د دې جومات وداني ډېره کمزورې شوله او بيا دا وېره پېدا شوله چې څۀ وخت هم را غورځېدے شي نو مجبوراً بيا دا وداني را وغورځولې شوه او پخه ابادي شروع شوله چې پکښې د بابړې صاحب استطاعت خلقو هم برخه واخستله او پۀ هغه وخت دخوش قسمتۍ نه پۀ صوبه کښې د خدائي خدمتګارۍ تسلسل عوامي نېشنل پارټۍ د امير حېدرخان هوتي پۀ مشرۍ کښې حکومت ؤ . هغوي هم د بابړې ټولو جوماتونو د پاره دوه دوه لاکهه روپۍ او دې جومات د پاره شپږ لاکهه روپۍ امداد د هغه وخت جومات امام سيد اعجاز حسېن باچا خدائي بخښلي پۀ لاس ورکړو چې دا جومات پرې سر دوباره د بنياد نه پوخ جوړ کړے شو او ټوله ابادي هم پۀ زوړ ناپ تول باندې وشوله. د جومات غټه دروازه هم پۀ زوړ ځاے يعنې قطبي اړخ ته د بابړې لوئې لارې ته جوړه شوله.

    پۀ دې جومات کښې څۀ وخته پورې تبليغي مرکز هم د چارسدې د پاره اباد شوے ؤ . او کله چې د وخت سره سره پۀ ابادۍ کښې زياتے او د تبليغي مرکزضروريات هم زياتېدل شروع شول نو بيا دغه مرکز بابړې سره پۀ خوا کښې اباد کلي حسن خېلو جومات ته واړولے شو ا و څۀ موده پس بيا نوښار روډ باندې د بريټۍ کلي ته يوړے شو.

    پۀ بابړه کښې اباد خدائي خدمتګارانو خپل ديني علم د دې جومات عالمانو او امامانو مولوي فضل الهٰي او فضل صمداني نه زده کړے ؤ. پۀ دغه خدائي خدمتګارانو کښې احمد کاکا، سيد محمد فصيح باچا، عبدالغفوراستاذ، ولي محمد کاکا، سيد عابدباچا، حکيم ظهورالله، حريف ګل کاکا، رحيم الله کاکا او د بابړې نور ډېر عام وګړي هم شامل وو.

    د پاکستان جوړېدو نه وروستو چې کله پۀ صوبه کښې د ډاکټر خان صېب حکومت جناح صېب د قيوم خان پۀ سازش باندې ختم کړو او وروستو خدائي خدمتګارو د اولس د بېدارۍ د پاره فخر افغان باچاخان پۀ خپله وړومبۍ جرګې دا فېصله وکړه چې احتجاج به کوو نو د بابړې سيد لعل بادشاه ورته د احتجاج شروع کولو د پاره د خپلې حجرې وړاندېز وکړو. او پۀ ١١ اګست دې جومات سره د (بړاميا) حجرې ته ټول خدائي خدمتګاران را غونډ شول او اکثرو پکښې دغه خدائي خدمتګارو شپه پۀ دې جومات کښې کړې وه او پۀ سبا بيا پۀ دې جومات کښې موجود د خاوروپۀ دونکاچه باندې ورته سالار امين جان او د تحريک نورو مشرانو دغې جلسې ته د تقرير پۀ شکل کښې خپله خبره وړاندې کړه. چې د جلسې نه پس بيا د جلوس پۀ شکل باندې جمعې جومات اړخ ته تلي وو. او هلته بيا يوه لويه خونړۍ پېښه مخې ته راغله چې پکښې تقريباً 700 نه زيات خدائي خدمتګاران شهيدان شول او د 900 نه زيات ژوبل شول. دغه ورځ د پښتنو پۀ تاريخ کښې د تورې ورځ پۀ نامه هم يادېږي.

    نن هم هر کال پۀ ١٢ اګست باندې د ١٩٤٨ز پۀ شان جلوس د فصيح باچا، سيدلعل بادشاه د حجرې نه هم هغه لار باندې تېرېږي او پۀ اخر کښې د غازي ګل بابا جومات کښې د تعزيتي جلسې نه پس د شهيدانو پۀ يادګار د ګلونوڅادر اچولو نه پس خورېږي. د بابړې د دې جومات دغه خاوره پۀ دغه دونکاچه باندې د فخر افغان باچاخان بابا نه علاوه رهبر تحريک خان عبدالولي خان، اجمل خټک، مور بي بي محترمه بېګم نسيم ولي خان،اسفنديارولي خان، عطاء الله مينګل بزنجو،سالار امين جان او د تحريک نورو نوموړو مشرانو پۀ مختلف وختونو او موقعو باندې ناسته او تقريرونه کړي دي.

    غرض د دې جومات پۀ تحريک کښې هم هاغه هومره مقام حاصل دے څومره چې غازي ګل بابا او د جمعې جومات ته حاصل دے. نو زما تجويز دا دے چې د پښتون قامي تحريک مشران يعنې د خدائي خدمتګارۍ دا تسلسل عوامي نېشنل پارټۍ مشران دې دې جومات ته خصوصى پاملرنه وکړي. او کله چې هم موقع ملاؤ شي نو دا جومات دې د اوقافو محکمې ته پۀ حواله کولوکښې دې خپل کردار ادا کړي تر څو د تاريخي اهميت پۀ تناظر کښې دلته کښې د امام او موذن پۀ سرکاري توګه انتظام وشي. د دې نه علاوه پۀ دې جومات کښې د يو کتابتون چې پکښې د هشنغر د تاريخ او بابړې او خدائي خدمتګارتحريک سره تړلي کتابونو وي، انتظام وشي چې پکښې د تاريخ نه علاوه د عصرحاضر، اسلامي او سائنس باندې ليکل شوي کتابونه او نور مواد شامل وي او د ناستې ځاے هم موجود وي.

    پۀ دې مضمون کښې ما سره د دې کتابونو، ملګرو او مشرانو پوره پوره مرسته حاصله ده، زۀ د هغوي د زړۀ د کومي نه مننه کوم.

    کتابونو تفصيل:

    1. خدائي خدمتګارتحريک (جلداول او دوېم) احمدکاکا
    2. ناچاپ کتاب: د ازادۍ جنګ دپاره زما جدوجهد: سيد احمد فصيح باچا
    3. سيدفخرعالم باچا
    4. سيد شبير باچا
    5. سيدحمزه شاه
    6. سيد محمد شفيق باچا
    7. سيدعامر باچا

  • د ټکر د وياړ پېښه – سلطان خان ټکر

    د ټکر د وياړ پېښه – سلطان خان ټکر

    ټکر د پښتونخوا یو مشهور کلے دے چې د تاریخي سيمې تخت بايۍ قبلې اړخ ته درې کلوميټره د لوئر سوات کېنال پۀ غاړه زړۀ راښکونکو نظارو سره پروت دے. دا کلے کۀ څۀ هم ډېر زيات زوړ دے خو ابادي ئې هغه وخت پۀ زياتېدو شوه کله چې انګرېز دلته پۀ کال ۱۸۸۲ز کښې نهر کنستل شروع کړل او بيا د جلاله تاريخي سيمې نه خلک دلته خپلو پټو او مېرو ته راتلل او ابادېدل شروع شول. ګاروشاه، فضل اباد، ښادي او پاتۍ کلي هم د نهر لوئر سوات پۀ غاړه پۀ قطار پراتۀ دي،چې خلک ئې د یوې وینې او رشتې خلق دي او د نهر د ووتو سره د خپل ابائي کلی جلاله نه دلته پۀ خپلو پټوکښې مېشتۀ شول. د تعلیم د ابتدا پۀ حوالې سره پۀ ضلع مردان کښې د مردان او لوندخوړ نه پس درېم نمبر باندې ټکر کلے دے. خلق ئې ډېر مېلمه دوست او د نرم لهجې خاوندان دي. پۀ تاریخي تړون تر دې دمه زياتره خلک ئې د اے اېن پي سره ملګرتیا کوي. د تاریخ پۀ رڼا کښې دا خلق د غوړې مرغۍ افغانستان نه د اوبو او ګيا پۀ تلاش کښې د نوښار مومن ډېرۍ ته راغلل او د هغې ځاے نه د تاریخ چپو د چارسدې تنګي سيمې کند ډهېرۍ ته ورسول او د تاریخ اخري څپېړې د جلاله پۀ خټانو ودرول. مونږ ټولو ته معلومه ده چې انګرېزانو لۀ خوا د دې سيمې (برصغیر) د قبضه کولو نه پس د برصغیر د خلقو ډېر بد حال ؤ. هر سړے د ذلت سره مخ ؤ. دوېرې یوه بدحاله تیارۀ وه. هېڅ چا د دې ظلم خلاف اواز نۀ شو پورته کولے خو بيا د پښتنو پۀ دې خاوره یو زلمے د دې ظلم خلاف راوچت شو. دوي ددې سيمې ترقي د هغوي د تعلیم پۀ مېدان او پۀ پښتون قوم کښې دموجود غلط سوچ او غلط رسمونود ښۀ سوچ او خېر ښيګړې پۀ بدلون کښې لیده . دوي پۀ دې غرض د اصلاح الافاغنه پۀ نوم د یو تحریک بنیاد کېښود او د دې تحریک د ځوانانو پۀ مضبوط عزم او سپین نیتو ملګرو پۀ بنياد ئې دومره وده وکړه چې دغه تن د نړۍ پۀ سیاست کښې یو ځلنده ستورے جوړ شو چې نن ئې نړۍ دباچا خان پۀ نوم پېژني .

    دسيمې د ترقۍ دپاره چې باچا خان بابا کوم تحریک د اصلاح الافاغنه پۀ نوم شروع کړے ؤ هغې د پښتونخوا پۀ سيمې عموماً او د دې علاقې پۀ غېرتمندو خلقو کښې د جنون یوه نشه پېداکړې وه . دې سره د باچا خان قافلې ته د مخلص پېروکارو یوه داسې ډله ملاو شوه چې دباچاخان بابا به زیات وخت ددې سیمې د مخلص دوستانو سره پۀ رفاقت کښې تېرېدو. پۀ دې سيمه خو دوستان د بابا بې شمېره وو خو سالار شمروز او ملک معصم ته د بابا د ښي او ګس لاس اهميت حاصل ؤ. بابا به پۀ هره اهمه موقع دوي سره صلاح مشوره کوله . ددې سيمې د بېدارۍ سره انګرېز هم خپله ځان د وخت وخت د منصوبو نه خبر ساتلو. کله چې د قيصه خوانۍ د وینو ډکه پېښه وشوه نو دې سره د دې سيمې پۀ خلقو کښې د خفګان او غصې چپې رابېدارې شوې. انګرېز د باچا خان بابا خواږۀ ملګري ملک معصم او سالار شمروز خان پۀ 27 مۍ 1930ز کښې ګرفتار کړل. خو د علاقې خلقو کښې دومره غصه وه چې دوي ورسره هم د جلوس پۀ شکل کښې روان شول او چې څومره مزل کېدۀ نو دومره جلوس درنېدۀ. اخر د ا چې جلوس د ګوجرګړهۍ پورې د یو سېلاب شکل اختیار کړو. د وېرې پۀ سوب د اېس.پي رويه ګستاخانه شوه او پۀ جلوس ئې لتې وهل شروع کړل. د مرفي پۀ دې طرز عمل باندې خدائي خدمتګار سیدا امین او محمد امین دواړه وروڼه هم بې قابو شو او اېس پي مرفي ئې د اس نه ښکته را نسکور کړو. ناګهانه پرې د ډهنډاو کلي سلطان پهلوان د طمانچه ګزار وکړو او د ګوجرګړهۍ سواتۍ ابۍ چې پۀ جلوس د اوبو وېش کولو ،د اوبو ډک منګے د اېس . پی مرفي سر ته داسمان نه را خطا کړو .اېس . پي مرفي هم دغلته ووژلے شو. داوخت انګرېز سپاهیان لکه د زلزلې غوندې پۀ قهر وو خو د خداے پۀ فضل فضاء طوفاني شوه او جلوس لکه د پېریانو ورک شو. سالار شمروز او ملک معصم هم د انګرېزانو د ګرفت نه لکه د مرغۍ والوتل . د شپې پۀ وخت د ټکر کلي نه ګېر چاپېره د انګرېز فوځیان د محاصرې پۀ شکل کښې د خپل جنګي سازوسامان سره پرېوتل . خو د خواوشا علاقې خدائي خدمتګارو د سخاکوټ نه تر منګاه ا ود میر اباد نه د سید اباد پورې ټول عالم د خپلو ماتو ګاډو وسلو سره د سحر پۀ کېدو حاضر وو. د ډېرې سختې مقابلې نه پس 72 د علاقې خلق شهيدان شول. انګرېز فوځ ته خو ملک معصم او سالار شمروز پۀ ګوتو رانغلل. البته میربازخان،سربلند خان ،ګل شرف خان او پیر شهزاده د مشقت بنديوانۍ سره مخ شول. د شهيدانو نومونه خو ډېر دي خو د مثال پۀ توګه به زۀ یو څو نومونه وړاندې کوم. شهيدجمعه سید، ملیانو کلي کالوشاه، شهيدګل زمان، باغي شاه کلے، شهيد صنوبر، بره تمبولک، سیدبلند، شاه نور پل، زړورشاه، جلات خان، ساړوشاه، حضرت ګل اوحاجي محمد یونس، ساړوشاه.

    معروف سیاستدان دلبر خان ټکر د ملک معصم زوے ؤ او جواد ناظم ئې نمسے دے. د پښتو ژبې مشهور سندرغاړے سردار علی ټکر د ملک معصم ورارۀ دے او د راقم ماماخېل دے. فېروز خان اېډوکېټ د سالار شمروز زوے دے. د راقم د مور لۀ طرفه ماماخېل دے او د پښتون رسالې ايډيټر ساجد ټکر تعلق د دوي د خاندان سره دے. سالار شمروز او ملک معصم سانډوګان هم وو. سلطان پهلوان ئې د ډهنډاو کلي اوسېدونکے ؤ، د بل ورور نوم ئې عبدالمنان ؤ. د دواړو وروڼو اولاد نۀ ؤ. سیدامین او محمد امین دواړه وروڼه د تخت بايۍ د امین کلي اوسېدونکي وو. د ټکر پۀ واقعه کښې ددې علاقې ډېرخلق پۀ مړانه جنګېدلي وو خو څۀ خلق د خدائي خدمتګار تحریک سره د جنوني وابستګۍ پۀ سوب د تاریخ پۀ پاڼو کښې د لازوال حېثیت خاوندان شول. بلکې باچا چې نوم ئې سید رحیم باچا ؤ. د سادات خاندان سره تعلق ؤ. د انګریزانو خلاف د ازادۍ د وخت پورې د باچا خان د پېغام خورلو د پاره د خلقو راغونډولو لۀ د بګل نه کار اخستو، د انګرېزانو دلاسه ډېر ځل پرې تشدد شوے ؤ خو پۀ خپل موقف کلک ولاړ ؤ. د موصوف خاندان د500 جرېبه جائیداد خاوند ؤ خو پۀ اخر کښې د هرڅۀ نه تش لاس پاتې شو. اخري عمر ئې د بهلولي پۀ خاوره تېر کړو او هم هلته خاورو ته وسپارل شو. صحبت خان ټکر د شهباز خېل محلې سره تعلق لرلو، د ټکر واقعې شپاړس کلن مجاهد ؤ. دخپل کتاب “پاکستان اور خان عبدالغفار” پۀ سوب د خدائي خدمتګار پۀ تحریک کښې ځلنده دے. دے د ملک معصم د دوېم ټبر پۀ لحاظ سره د هغه سانډو هم ؤ. رحمت خان بابا چې د خدائي خدمتګار تحریک د پاره د ډېرې مېلمستیا خاوند ؤ، د ناظم ایوب خان ټکر د نيکۀ ورور ؤ. عمر ګل کاکا چې د فضل اباد اوسېدونکے ؤ، دوي به د باچا خان بابا د پاره د پېغام رسانۍ کار کولو خو د انګرېز لۀ خوا تل پۀ سخت نظر کښې ؤ. حاجي محمد شهيد دوي هم د ټکر د پېښې یو نوموړے مجاهد ؤ. پۀ 1942 ز کښې انګرېزانو د مردان پۀ عدالت کښې شهید کړو. موضع پاتۍ کښې دفن دے. پۀ 1973کښې د دوي قبر ګورنر ارباب سکندر خان خلیل تعمیر کړو. پیر فضل اکبر چې یو بل مجاهد دے، پۀ 6 مۍ1970کښې د نېپ پۀ جلسه کښې پۀ سوات اوډیګرام کښې شهيد کړے شو. فضل اکرم هم د واقعه شهدائے ټکر یو لوے مجاهد ؤ، د خادي کلي سره نزدې پۀ میا قلعه کښې اوسېدو، ډېر صاحب جائیداد ؤ او د پخواني وزير خزانه سرتاج عزیز ترۀ ؤ. دمرګ د اخري ساه پورې پۀ سرو جامو کښې به ګرځېدو.

    د ټکر واقعې ته د پښتو ژبې ټول شاعران پۀ ډېردروند نظر سره ګوري . . .

    ښاغلے رحمت شاه سائل صېب ئې داسې يادوي:

    يا خو د شفق سره سيالي کړي د ټکر کوڅې

    يا پۀ وينو سرې دي د بابړې د هر نر کوڅې

    هم دغه شان خداے بخښلے ډاکټر صاحب شاه صابر ئې داسې ذکر کوي :

    تۀ راته ووايه چې څۀ پۀ کربلا کښې شوي

    ما پۀ ټکر او پۀ بابړه تبصره راوړې

    د مردان نوموړے ادبې شخصيت او شاعر امن پير ګوهر ګوهر ئې داسې عکاسي کوي:

    دې پاتۍ ټکر د مشين ګن ګولۍ خوړلي

    ښائي کۀ زلمي ئې لږ کاږۀ واږۀ د خېاله ځي

    پۀ مۍ 2013ز کښې د هغۀ وخت د هائيډ پارک مجلې ايډيټر ساجد ټکر د يوې مرکې پۀ مهال د مور بي بي بېګم نسیم نه د ټکر د شهیدانومتعلق پوښتنه وکړه نو مور بي بي خپل خیال څۀ داسې څرګند کړو، “اګر چې دانګرېزانو خلاف پۀ پښتنوکښې غصه وه، پښتنو د انګرېزانو نه د ملک ازادول غوښتل، دې واقعې پۀ عملي توګه پښتون قوم د انګرېز قوم خلاف راپاڅول. انګرېزانوته پته ولګېده چې اوس پښتون قوم د خپل منزل د لاسه کېدو نه بغېر نۀ کښېني او دغه دپښتون قوم اواز دباچا خان پۀ قیادت کښې نور هم مضبوط شو”. مور بي بي زیاته کړه چې د باچاخان بابا او ولي خان د ټکر سره ډېره مينه وه. پۀ هره موقعه به ئې د ټکر ذکر کولو. دواړو به د دې ورځې پۀ مناسبت سره د شهيدانو کلیزه ډېره پۀ مينه او درناوي سره نمانځله. مور بي بي ووې کۀ چرې مونږ دا ورځ هېره کړه نو مونږ به خپل ماضي هېره کړو او چې څوک خپل ماضي هېره کړي نو هغه خپل مستقبل هېڅ کله نۀ شي خپلولے.

    باچاخان بابا واقعي چې د ټکر سره ډېره مينه لرله . مونږ ماشومان وو چې بابا به ناڅاپه ټکر ته راغے او دسالار شمروز خان حجره چې زمونږ د کور سره دیوال پۀ دیوال ده، د غټو خلقو نه علاوه د ماشومانو به هم ډکه شوه او یو قسم لۀ اختر به جوړ شو. چې بجلي به نۀ وه نو مونږ ماشومانوبه بابا ته پۀ ببوزي وهلو جګړې کولې، بابا به مونږ لۀ پۀ سرونو لاس کېښودو او لوے شې لوے شې اوازونو نه به ئې راته کول. د کلي ټولې حجرې به صفا شوې او بابا به وار وار پۀ ټولو حجرو دوره وکړه او چې څومره ضعیف او بیمار خدائي خدمتګار به وو د ټولوپوښتنه به ئې وکړه.

    واقعي چې د بابا او د ولي خان د ټکر سره ډېره مينه وه او د ټکر شهيدان به ئې ډېر درناوي سره نمانځل. 28 مۍ ته چې به لس ورځې پاتې شوې نو د ټکر او د خواوشا کلو به بل شان رنګ ؤ. پۀ ټولو کورونو د پاسه به سرې جهنډې وې. پۀ حجرو کښې به ددې ورځې د تیارۍ بحثونه کېدل. د ټانګو دور ؤ. دعلاقې ټولې ټانګې به سرې ډولۍ ښکارېدې. پۀ ټانګو کښې به هم د ټکر د شهيدانو او دباچا خان تذکرې وې. اخري شپه خو به بالکل د اختر شوه. د خلقو نه به پۀ خوند کښې بالکل خوب تښتېدلے ؤ. درې څلور ورځې به بالکل د ډهول سرنا اوازونه وو. د28ز مۍ پۀ سحر خو به ټکر پۀ سور رنګ کښې ډوب ؤ. مست مست اسونه به سرۀ بنارسوکښې د ډهول پۀ اوازونو خوندور رقصونه کول .کۀ بابا به د تخت بايۍ طرفه راتلو نو خلق به د اسونو پۀ جلوس ښکته پهاټک ته تلل او کۀ بابا به د ساړو پۀ طرف ؤ نو د جلوس روانګي به پۀ دغه طرف وه. بابا به پۀ اس سور شو او جلوس به د انقلابي نعرو سره روان ؤ. د ټکر پل ته به چې جلوس ورسېدو نو ماشومانې جینکۍ به پۀ سرو جامو کښې ولاړې وې او پۀ بابا به ئې د ګلونو یو باران جوړ کړو. دا نعره به ډېر پۀ خوند وه.

    “کۀ د ځلمو نه پوره نۀ شوه. فخرافغانه جینکۍ به دې ګټينه …”

    د ټکر پۀ یاد ګار به ګلونه واچولے شول. دعاګانې به وشوې. د مردان چارسدې او د صوابۍ د خلقو به یو عظیم الشانه غونډه وه. بابا، ولي خان بابا او نورو درنو مشرانو به تقریرونونه وکړل، څۀ به د تاریخ پۀ جنګ بیان وشو او څۀ به دپښتون حقوق د حصول د جنګ پۀ حقله وو. وخت تېرېدو سره باچاخان بابا او ولي خان بابا سره د ملګرو د جهان فاني نه کوچ وکړو. زياتره خدائي خدمتګار هم د مرګي پۀ خوب اودۀ شول. د ورځ نمانځنه د اسفندیار ولي خان او د خدائي خدمتګار د نوي کهول پۀ ذمه شوه. ملي مشر اسفندیار ولي خان څو وارې دې ورځې نمانځلو لۀ راغلے دے. بیا پۀ ملک د دهشت ګردۍ داسې تورې تیارې جوړې شوې چې د سیاست رخ بدل شو او دا ورځ د ضلعي قیادت پۀ مشرۍ کښې پۀ لوکل سطح نمانځل شروع شول. د نوي کهول اوس ھم هغه شان بې قراري ده چې دا ورځ دې ھم هغه شان عکسونه وړاندې کړے شي او یقیناً چې د ګوند مشرانو سره هم دا احساس شته چې دا ورځې دې هم پۀ هغه شان جذبې سره نمانځل شي او امید دے چې پۀ 2021 کښې دا ورځ تاریخ پۀ شان نمانځل شروع شي. واقعي چې تاریخ د مور بي بي دا وېنا صحیح ثابت کړې ده. د باچا خان بابا د ژوند وړومبۍ او اخري ګرفتاري د ټکر نه شوې ده او د بابا د میت غسل او قبر ته کوزول د دلبر خان ټکر پۀ لاسونو شوي وو.

    ملک معصم خان پۀ کال۱۹۶۵ کښې لۀ فاني نړۍ کوچ وکړو او سالار شمروزخان پۀ کال 1972 کښې د خاورو څادر پۀ ځان خور کړو. سالار شمروز د کلي لوئې مقبرې خوا کښې خپله مقبره کښې پۀ دائمي خوب اودۀ شواو ملک معصم د خپل جائیداد د کبله د شهدائے ټکر پۀ خوا کښې پۀ اخري استوګنه مقیم شو. د ټکر یادګار د سړک پۀ غاړه د ټکر پۀ چوک کښې د یو نهر پۀ دوه نهرونو کښې د تقسیمي نقطې پۀ خوا کښې جوخت پروت دے. د سردارعلی ټکر کور د نهر او سړک بلې غاړې ته پروت دے. یادګار او د سردار علي کور ته چې پۀ یو نظر ګورې نو لامهاله دسردار علی پۀ اواز کښې “پۀ ټکر جنګ دے” نغمه پۀ دماغو کښې د یو ګونج شکل کښې پرېوځي.

  • د بابړې تاريخي د “بادشاه حجره” – ليکوال:سعيد احمد شاهي – مرستيال: سيد حمزه شاه بابړه

    د بابړې تاريخي د “بادشاه حجره” – ليکوال:سعيد احمد شاهي – مرستيال: سيد حمزه شاه بابړه

    حجره د پښتنو پۀ ټولنه کښې ډېر اهميت، لوے مقام او مرکزي حېثيت لري او څوک هم د دې د اهميت او مقام نه انکار نۀ شي کولے.

    حجرې د هر صاحب حېثيت کس ذاتي ملکيت هم شته او د کلي او د خاندانونو خپلې حجرې هم موجود دي. پۀ حجره کښې کۀ غم ښادۍ ترسره کېږي نو خلق پکښې د يو بل د حالاتو نه هم خبرېږې.

    پۀ حجره کښې د مشرانو، ځوانانو او ماشومانو بېل بېل محفل وي. پۀ کومو کښې چې هر يو کس د خپل عمر او تجربې مطابق پۀ محفل کښې ناسته کوي. کلي کښې چې د کوم تن مېلمه را شي نو پۀ حجره کښې ورسره ناسته کوي او چې مېلمه حجرې ته ورشي نو هغه بيا د هغې تن يواځې مېلمه پاتې نۀ شي بلکې دغلته پۀ حجره کښې موجود هر يو تن هغه خپل ذاتي مېلمه ګڼي. او د خپل وس او حېثيت مطابق د هغۀ د خوراک څښاک پوره خيال ساتل کېږي. او د دې صفت لۀ وجې د پښتنو د مېلمستيا قيصې پۀ ټوله نړۍ کښې مشهورې دي.

    څنګه چې مخکښې ذکر وشو چې د ودونو پۀ موقع هم د مېلمنو ټول انتظام پۀ حجره کښې کېږي او پۀ ودونو کښې څنګه چې د پښتو يو متل دے چې “وادۀ پۀ ټنګ ټکور ښائسته کېږي” نو د ټنګ ټکور محفلونه هم بيا پۀ حجره کښې کېږي. خواوس ورو ورو حجرې پۀ کمېدو دي، پۀ خلقوکورونه د ابادۍ د زياتېدو سره سره تنګېږي نو دغه پخوانۍ حجرې اوس خلق د کورونو پۀ طور هم استعمالوي او خلق اوس بېټکونه جوړوي او يو بل سره ئې رابطه هم پۀ دغه وجه پۀ کمېدو ده. زۀ د انټرنټ د فائدې نه انکار نۀ کوم خو چې کله نه انټرنټ او موبائيل فون راغلے دے نو د خلقو د يو بل سره د ناستې پاستې هغه رحجان هم کم شوے دے. او زمونږ پۀ معاشره کښې نن سبا چې دا کومې مسئلې روانې دي نو د هغې يوه غټه وجه دا هم ده چې خلقو پۀ حجره کښې ناسته پاسته پرېښې ده او د هغې لۀ وجې يو بل سره رابطه ، پېژندګلو او د يو بل د مزاج نه ناخبره دي نو پۀ معاشره کښې دا اړے ګړے ترې نه جوړ دے. پۀ ښاريوکښې خو نن سبا حجرې د نشت برابر پاتې دي. خلق غم جومات او ښادۍ شادي هالونو کښې کوي. بلخوا پۀ کلو کښې د حجرو روايات لا روان دے.

    دا شوې د حجرې پېژندګلو باندې يو څو خبرې اوس د مضمون اصل طرف ته راځو.

    څنګه چې مخکښې مضمون کښې ما ذکر کړے دے چې بابړه کلي کښې د ټولونه لوے خاندان د سيدانو دے او پۀ بابړه کښې ئې سرخېل ميا سيد نور باباجي ؤ چې پۀ کال (1747-1745ز) کښې د محب کلي مردان نه بابړې ته راغلے او مېشته شوے ؤ او پۀ بابړه کښې د ټولونه زيات جائيداد هم د باباجي د خاندان دے نو دا حجره کوم چې نن زمونږ د مضمون عنوان دے هم د باباجي د نمسو ملکيت دے.

    دا حجره سيد محمد شاه باچا مشهور پۀ بادشاه ميا هغه وخت جوړه کړې وه کله چې دے د خپلو ماماګانو د کورنه د ٢٨ کالو پۀ عمرکښې واپس راغلو، دلته ئې وادۀ وکړو او د مېلمنو د ناستې پاستې لپاره ئې خپل کور سره يوه لويه کمره اباده کړه. دا کمره تقريباً اتيا ګزه اوږده او شپېتۀ ګزه پلنه وه. دا د کچه خټو وه او پۀ چت باندې ئې لرګي اچولي وو. او پۀ دې کمره کښې به تقريباً سلو پورې کټونه او ورسره مکمل سامان پروت ؤ. پۀ دغه کټونوکښې به ډېر کټونه د کمرې چت سره پۀ پړو تړلي شوي وو او چې کله به غم ښادي يا د مېلمنو تعداد زيات شو نو هغه کټونه به بيا د مېلمنو لپاره به استعماليدل. او هره ورځ به پۀ دې حجره کښې د مېلمنو يو لوے تعداد موجود ؤ او د هغې ډېرې وجې وې يو خو دا چې خواوشا کورونو سره نزدې بله حجره نۀ وه.دوېمه دا چې د دوابې او شبقدر د سيمې څومره خلق چې به عدالتونو ته د خپلو کېسونو لپاره راتلل نو شپې لۀ به دې حجرې ته راتلل او بله و جه دا هم وه چې د بابړې د سيدانو مېلمستيا او خلوص پۀ ټول هشنغر کښې مشهور ؤ.

    د بادشاه ميا پۀ خشته کلي شولګره کښې د اوړو جرندې وې او پۀ هغه وختونو کښې جرندې د صنعت حېثيت لرلو. خلقو به ورته غنم، جوار او وربشې اوړۀ کولو لپاره راوړلې. د جرندو نه علاوه د بادشاه ميا د کر کروندې زمکې هم موجود وې چې د موسم مطابق فصل به ترې نه راتلو. بادشاه ميا له الله پاک زړۀ هم لوے ورکړے ؤ، د دۀ پۀ حقله دا خبره مشهوره وه چې دوي به د ورځې يو من غنم، جوار يا وربشې ددغې مېلمنو د خوراک لپاره استعمالولې. چونکې پېرنګيان د هندوستان واکمن وو نو پۀ دغه شپو ورځو کښې پېرنګے اے سي چې نامه ئې بروس (Bruce) وه بابړې ته راغلے ؤ. هغۀ چې پۀ حجره کښې دومره ډېر مېلمانۀ وليدل نو تپوس ئې وکړو چې دلته کښې څۀ چل شوے دے چې دا دومره خلق را غونډ شوي دي، خلقو ورته ووئيل چې هېڅ چل هم نشته دا خو د هرې ورځ د معمول خبره ده څومره خلق چې د خواوشا کلونه چارسدې ته پۀ خپل غرض راغلي وي او ناوخته شي او کور ته نۀ شي تلے نو دلته د بادشاه ميا حجرې ته د شپې تېرولو پۀ غرض راځي. د بادشاه ميا اووۀ زامن وو چې نومونه ئې دا دي: سيدلعل بادشاه، سيد احمد شاه باچا، سيد شريف باچا، سيد جمال باچا، سيد يوسف باچا، سيد محمد علي باچا او سيد فضل ربى باچا.

    بادشاه ميا خپلو زامنو ته دا نصيحت کړے ؤ چې د مېلمنو پۀ مېلسمتيا کښې درنه هېڅ قسمه کمے را نۀ شي. ددې خټو نه ابادې شوې کمرې ته مخامخ يوه لوے ميدان پروت ؤ چې د ډېر لرې پورې خور ؤ. پۀ دغه مېدان کښې بادشاه ميا د لرګو نه يو لوے څپر هم جوړ کړے ؤ چې ګېر چاپېره ترې نه مختلف قسمه ونې هم کرلې شوې وې چې يخ سېورے ئې جوړ کړے ؤ. پۀ دغه څپر کښې به پۀ يو وخت پۀ سوونو خلق کښېناستل او د اوړي پۀ موسم کښې به د شپې هم خلقو پۀ دغه څپرکښې ملاسته کوله، چې هوا دار ځاے ؤ. او د ژمي پۀ موسم کښې به خلقو د ورځې بهر پۀ مېدان کښې ناسته کوله. او د شپې به بيا هغه د خټو نه جوړه لويه کمره کښې څملاستل چې د وجود ګرمولو لپاره به پکښې اور بلولے شو. دې حجرې سره پۀ خوا کښې د قبلې اړخ ته يو جومات دے چې د شګې د جومات يا د صمداني استاذ جومات پۀ نامه يادېږي. د دې حجرې نه قطب اړخ ته د بادشاه ميا او د دوي د خاندان کورونه، سوېل اړخ ته د کر کروندې زمکه او اوس کورونه نمر خاتۀ اړخ ته ترې لوے مېدان او نن سبا د خلقو کورونه اباد دي.

    د بادشاه ميا د پړانګ سافر خېلو د يو خان چې نامه ئې محسن خان وه، سره پۀ دغه جائيداد تنازعه او مقدمه وه کومه چې د پېرنګي د وخت نه شروع وه او اخر هم محسن خان وګټله. او دغه جائيداد نن سبا د هغوي قبضه کښې دے او دغه حجره راغونډه شوې ده. د بادشاه ميا د وفات نه پس بيا د سيدانو د خاندان او د دې حجرې مشري د هغوي مشر زوي سيد لعل بادشاه ته حواله شوله. او هغوي هم د خپل پلار هغه خدمت او د مېلمنو مېلمستيا جاري وساتله او پۀ کښې ئې هېڅ قسمه کمے رانغلو.

    پۀ کال ١٩١٩ز کښې چې کله فخر افغان باچاخان د خپل قام د اصلاح لپاره خپلې هلې ځلې شروع کړلې نو هغوي د قام د بېدارۍ او پوهې لپاره د پښتنو سيمو دورې کولې او هرې حجره او جومات ته به تلو او خلقو ته به ئې پوهه ورکوله او د “انجمن اصلاح الافاغنه”بنسټ ئې کېښودلو. د باچاخان پلار بهرام خان به د بابړې سيدانو سره عقيدت ساتلو او پوره غم ښادي او تګ راتګ به ئې کولو. هم دغه وجه وه چې باچاخان هم پۀ خپله وړومبنۍ دوره کښې د بابړې د بادشاه ميا حجرې ته راغلو او دلته کښې ئې د بادشاه ميا زوي سيد لعل بادشاه سره ملاقات کړے ؤ او ورته ئې د قام د بدحالۍ، د پېرنګي ظلمونه او د تعليم د اهميت باره کښې خبرې کړې وې. اوپۀ دغه موقع چې کوم خلق هم پۀ دې حجره کښې موجود وو هغوي هم د باچاخان دغه خبرې زړۀ ته پرېوتې وې. د بادشاه ميا د اولاد نه روايت دے چې پۀ دغه موقع باچاخان ته سيد لعل بادشاه ووئيل چې زۀ د سيدانو دکورنۍ مشر يم او باچا يم او تاسو د هشنغر يو لوے خان او پښتون قام مشري کوئ نو باچا يئ. ځه چې دواړه د يو بل مرستې ته لاس ورکړو. او اوږه پۀ اوږه د قام خدمت او سوکالۍ لپاره پۀ مخه روان شو. وئيل کېږي چې دغې نه وروستو بيا فخر افغان د بابړې ډېرې دورې کړې وې. او هم دې حجرې ته راغلے دے او بيا د دې ځاے نه ورسره سيد لعل بادشاه روان شوے دے او د بابړې خواوشا علاقو کښې حجره پۀ حجره، جومات پۀ جومات او کوڅه پۀ کوڅه يوځاے ګرځېدلي. او خلق ئې د وطن نه او چاپېر چل د حالاتو او د پېرنګي د ظلم و جبر نه خبر کړي وو او هم دغه وجه ده چې مونږ نن د خدائي خدمتګار پۀ تاريخ بيا نظر واچوو نو پۀ هرځاے او هره موقع به مونږ ته پۀ هره واقعه کښې د بابړې خدائي خدمتګار ښکاره کېږي.

    باچاخان يو لوے خان ؤ او د ډېر لوے جائيداد مالک ؤ خو باچاخان به بيا هم ډېر د سادګۍ او عاجزۍ ژوند کولو. هغوي چې کله هم عام اولس ته خپل پېغام ورکولو نو ورته ئې وئيلي وو چې تاسو ټول پۀ خپلو کښې وروڼه وروڼه يئ، د يو نيکۀ اولاد يئ او پښتانۀ يئ. هېڅوک هم د ځان نه کم مۀ ګڼئ او مۀ چاته سپک ګورئ او د هر چا عزت او قدر کوئ.

    دا کومې خبرې چې به باچاخان کولې نو د ټولو نه مخکښې ئې پرې پۀ خپله عمل کولواو وروستو به ئې بيا نورو ته کولې. کۀ د چاپېر چل د صفائۍ پۀ باره کښې ئې خبره کړې ده نو اول ئې پۀ خپلو لاسونو سره خپل کور او حجره خو پرېږده د پښتنې سيمې ټولو حجرو کښې صفائي ئې کړې ده او خلقو ته ئې د خپل ذات او کردار نه ټولې خبرې ثابتې کړې وې او د هغوي د کاميابۍ راز هم دغه ؤ چې د دې سيمې خو پرېږده چې کومو ځايونو ته تلے ؤ د هغه ځاے خلق د باچاخان نه متاثره وو او د دوي هره خبره او حکم به ئې بغېر د څۀ علته منلو. عن تر د مذهب پکښې تميز هم نۀ شي کېدے ځکه چې هندوان هم د باچاخان نه متاثره وو او سيکهان هم او د نورو مذهبونو خلق هم پکښې شامل وو.دوي ټولو به د زړۀ د کومې نه د باچاخان عزت کولو.باچاخان بابا د بادشاه ميا پۀ دې حجره کښې پۀ خپلو لاسونو سره صفائي او خدمت کړے دے چې يو مثال دے. دې حجرې پۀ خدائي خدمتګارتحريک کښې يو کليدي او مرکزي کردار لوبولےدے.

    پۀ کال ١٩٣٨ او ١٩٤٢ز کښې د ال انډيا کانګرس مشر او د ټول هندوستان مشهور شخصيت موهن داس کرم چندګاندهي هغه وخت د صوبه سرحد(پښتونخوا) پۀ دوره راغلے ؤ. نو هشنغر هم د دغه دورې پۀ ځايونو کښې شامل ؤ. د سردرياب مرکزعاليه، اتمانزو او بيا شپه ئې د بابړې هم پۀ دې حجره کښې خدائي خدمتګارو او عام اولس ته خطاب کړے ؤ. د جلسې ځاے ته چې را ننوتو نو دلته راغلو خلقو د خولې نه چڼ هم نۀ ؤ وتلے نو تپوس ئې وکړو چې دلته خو هډو جلسه نشته. نو ځواب کښې ورته ووئيل شو چې تاسو سټېج ته ورسئ نو تاسو ته به اندازه وشي چې ستاسو خبرو اورېدو لپاره څومره خلق راغلي دي او دغه خبره رښتيا ثابته شوه ځکه چې کله ګاندهي جي سټېج ته ورسېدلو نو دخلقو دغه سېلاب ئې پۀ خپلو سترګو وليدو نو د دوي د ډسپلن نه ډېر زيات متاثره شولو. د دغه خلقو تعريف ئې پۀ خپل تقرير کښې وکړو. د يوې محتاط اندازې مطابق دغه وخت دې جلسې ته ٤٣ زره خلق راغلي وو. ګاندهي جي يواځې نۀ ؤ راغلے بلکې هغۀ سره د ټول هندوستان او د تحريک ازادۍ ډېرلوي خلق هم راغلي وو چې پکښې مولاناابوالکلام ازاد او دغسې نور عظيم خلق شامل وو.

    د جلسې وروستو د هغوي لپاره د ډوډۍ انتظام هم سيد لعل بادشاه هم پۀ دغه حجره کښې کړے ؤ. ګاندهي جي خوډېر ساده انسان ؤ، ساده جامې به ئې اغوستې وې او د دۀ ساده خوراک کښې وېشېدلې ورېژې وې. البته دې نورو مېلمنو د جوارو سکړک ، د وربشو او غنمو ډوډۍ د ساګ او ماستو سره خوړلي وو. د ډوډۍ نه وروستو دا ټول مېلمانۀ رخصت شول.

    پۀ دې حجره کښې د تحريک ازادۍ يو مشر چې نوم ئې بهګت سنګهـ ؤ ١٧ ورځې ئې تېرې کړې وې او سيد محمد فصيح باچا او سيد لعل باچا د هغۀ ډېره مېلمستيا کړې وه او د پېرنګي د سترګونه ئې پټ کړے ؤ. د دې حجرې تاريخي اهميت پۀ لړکښې کۀ د ١٢ اګست ١٩٤٨ز د بابړې د خونړۍ واقعې ذکر و نۀ شي نو دا مضمون به نا مکمل وي.

    کله چې هندوستان تقسيم شولو او د پاکستان پۀ نوم يو نوے رياست د دنيا پۀ نقشه کښې ښکاره شولو نو يو څو ورځې وروستو د خدائي خدمتګارو خلاف حکومت سازشونه شروع کړل. پۀ اخر کښې د ګورنر جنرل جناح پۀ رضا او قيوم خان پۀ مرسته د صوبه سرحد ګورنر د ډاکټر خان صېب حکومت بې د څۀ وجې ختم کړو. او خدائي خدمتګار ئې نيول شروع کړل او باچاخان دا فېصله وکړه چې اولس دې د حالاتو نه خبر کړے شي. او پۀ دغه لړکښې هغوي د سوېلي ضلعو دوره شروع کړله نو د قيوم خان پۀ وېنا باچاخان ګرفتار کړے شو او حېدر اباد جېل ته ئې د تحريک نورو نوموړي مشرانوسره ولېږلو.

    وروستو پاتې خدائي خدمتګارو دا فېصله وکړه چې د دغه ناروا ګرفتارو او ظلم خلاف دې احتجاج پېل کړے شي خو د يوې سيمې خلقو هم هېڅ قسمه جلسې يا د احتجاجي مظاهرې ذمه واري نۀ قبوله . پۀ اخر کښې ورته سيدلعل بادشاه صاحب خپله حجره وړاندې کړله چرته چې د صوبې د ګټ ګټ نه خدائي خدمتګارانو د ټاکلې شوې نېټې نه يوه ورځ وړاندې يعني پۀ ١١ اګست ځانونه را ورسول. پۀ دې حجره کښې او دې سره پېوست جومات کښې ئې شپه تېره کړله. د حکومت لۀ خوا د ټول هشنغر د محاصرې حکم شوے ؤ. او چارسدې ته د راتګ پۀ هره يوه لاره پوليس او فوځ ولاړ وو. خو بيا هم خدائي خدمتګارو ځانونه را ورسول. د دې جلسې مشري د هغه وخت سالاراعظم چې د صوبائي اسمبلۍ غړے هم ؤ عزتمند امين جان خان کوله. چې د ګل بېلې کلي سره نزدې د کوچيانو کلي اوسېدونکے ؤ. هغه هم ځان سحر وختي حجرې ته را ورسولو . د حجرې سره خوا ته پۀ جومات باندې ورته فوځ مشين ګنونه لګولي وو. جلسه پۀ حجره کښې پرامن طريقې سره وشوله.

    پۀ اخر کښې خدائي خدمتګارو دا مطالبه وکړه چې مونږ د جلوس پۀ شکل کښې خپل ټاکلي شوي ځاے اختر جومات (جمعې جومات) پورې لاړ شو او دغه شان دا خلق د جمعې جومات اړخ ته د جلوس پۀ شکل روان شول. د جلسې نه مخکښې سپين ملنګ ؤ چې انقلابي بېرغ ئې پۀ لاسو کښې نيولے ؤ . ورپسې وروستو سيد عابد باچا او سيد عبدالعزيز باچا روان وو او د دوي نه وروستو باقي ټول جلوس روان ؤ. کله چې د جلوس يو سر د جمعې جومات ته ورسېدو او دوېم سر ئې د غازي ګل بابا جومات سره ؤ نو ناګهانه پۀ دوي باندې د فوځ او ملېشې لۀ خوا د ګولو باران شروع شو او ډېر بې ګناه خدائي خدمتګار،عام اولس، ماشومان او زنانه پکښې شهيدان شول. چې د يو تحقيقي څېړنې مطابق د ٧٠٠ نه زيات وو او د ژوبلو تعداد يو پۀ دوه ؤ. دې شهيدانو او ژوبلو خدائي خدمتګارانو پۀ خپله وينه باندې يو نوے تاريخ وليکلو. او پۀ تاريخ کښې د کربلا ثاني “د پښتنو کربلا” او د “چارسدې کربلا” پۀ نامه تر ننه يادېږي.

    د دغې خونړۍ پېښې نه وروستو بيا هر کال پۀ ١٢ اګست باندې ټول خلق هم هغه شان تر د کال ٢٠٠٨ز پورې راغونډېدل او هم هغه جلوس پۀ لار به د غازي ګل بابا جومات ته تلل او پۀ اخر کښې به بيا د شهيدانو د يادګار پورې تلل او پۀ يادګار باندې د ګل پاشۍ نه وروستو به خورېدل. خو د کال ٢٠٠٨ز نه پس دغه جلوس ختم شوے دے او پۀ ١٢ اګست باندې پۀ غازي ګل بابا جومات کښې د شهيدانو د عقيدت پېرزوئنې وړاندې کولو نه پس پۀ يادګار شهيدانو باندې ګل پاشي کېږي او جلوس ترې نه د ترهه ګرۍ پۀ وجه ختم شوے دے.

    د ١٢ اګست ١٩٤٨ز د ورځې نمانځلو پۀ لړکښې د ګوند پخواني مشران کۀ د پيپلز پارټۍ د وخت وو کۀ د اېن ډي پي يا نېشنل عوامي پارټۍ او يا د عوامي نېشنل پارټۍ خو پۀ باقاعدګۍ سره دا ورځ نمانځي . پۀ دغه مشرانو کښې باچاخان، خان عبدالولي خان، خان عبدالغني خان، ډاکټر خان صېب، مور بي بي ، اجمل خټک، اسفنديار ولي خان، سردار عطاء الله مېنګل، خېر بخش مري، جي اېم سيد، اکبر بګټي، غلام احمد بلور، بشېراحمد بلور، حاجي عديل بلکې د ګوند ټول مشران راغلي وي. او اوس هر رکال هم پۀ دغه ورځ د ځوان کهول د هيلو مير صوبائي صدر اېمل ولي خان راځي او دغه ورځ نمانځي .

    د ١٢ اګست د موقعې نه علاوه کۀ چرې هم د څۀ جلسې يا غونډې تابيا پۀ بابړه کښې شوې ده نو هغه ټولې غونډې او جلسې هم پۀ دې حجره کښې شوې دي. او پکښې د بابړې، پړانګو او خواو شا علاقو نه علاوه د بلوچستان، سندهـ، ډېره اسماعيل خان، بنو، ټانک، کوهاټ، هنګو، وزيرستان، صوابۍ، نوښار، مردان بلکې د ټولې سيمې خلق چې پښتون قامي تحريک باندې مئين دي دا حجره ليدلې ده او زما د دې مضمون مقصد هم دا دے چې پښتانۀ دې د خپل تاريخ د دې باب نه خبر شي او د دې تاريخي ورثې د حفاظت او محفوظ کولوته دې پاملرنې کولو سره سره د دې تابيا هم وشي.

    بشکريه:

    سيد مختيارعلي باچا

    سيد قاسم جان باچا

    سيد اصف خان باچا

    بحواله کتابونه:

    باچاخان او خدائي خدمتګاري: خان عبدالولي خان

    خدائي خدمتګارتحريک: احمد کاکا

    د ازادۍ پۀ تحريک کښې زما جدوجهد: سيد محمد فصيح باچا

    (ناچاپ کتاب)

    خدائي خدمتګاري تجزيه او تبصره: ناظم سرفراز خان

    دسالار امين جان خان د ډائرۍ يو پاڼه

    (بعنوان مرګيه مۀ راځه درځمه)

  • د چارسدې تاريخي کلے بابړه – ليکوال: سعيد احمد شاهي – مرستيال:سيد احمد شاه

    د چارسدې تاريخي کلے بابړه – ليکوال: سعيد احمد شاهي – مرستيال:سيد احمد شاه

    بابړه کلے د پېړو نه پۀ چارسده کښې يعنې پخوانۍ پشکلاوتي کښې اباد کلے دے. دا کلے د چارسدې د بازارکوم ته چې د تحصيل بازار هم وئيلے شي نه تقريباً دوه کلو ميټره پۀ فاصله کښې د جيندي سيند او د چارسدې لويې مقبره پۀ مېنځ کښې پروت کلے دے. پۀ چارسده کښې چې نور څومره کلي هم اباد دي هغه ټول د يو قوم او تقريباً د يو نيکۀ اولاد باندې اباد شوي دي خو پۀ بابړه کښې د بېلا بېل قومونو خلق اباد شوي دي.

    د بعضې رواياتو مطابق بابړه د سکندراعظم د وخت نه مخکښې هم اباده وه او د هغې وجه دا ګڼلې کېږي چې پۀ بابړه کښې د کجورو ډېر بوټي وو او خلق وائي چې کله سکندراعظم پۀ هندوستان حمله کړې وه نو د هغۀ فوځونو دلته هم پړاو کړے ؤ او د دې کلي محاصره ئې هم څو مياشتې کړې وه. د سکندر اعظم خو دلته د راتلو څۀ اثار نۀ ملاوېږي ولې د هغۀ د فوځ جرنېلان او نور مشران پۀ هغه محاصره کښې موجود وو. او هغه وخت د خوراک د پاره هغوي ځان سره کجورې د يونان نه را وړې وې او د هغې تخم نه د کجورو دا دومره زيات بوټي زرغون شوي وو.

    کۀ مونږ د ګندهارا تاريخ وګورو نو پشکلاوتي يا چارسده د هغوي دارالحکومت ؤ او دلته هغوي يو پوهنتون هم جوړ کړے ؤ کوم چې د حصاره ډېرۍ نه تر پړانګ ماجوکي او نسته کلي پورې اوږد پروت ؤ. پۀ سنکسرت ژبه کښې نسته د فوځ چاوڼۍ ته وئيلے کېږى. او بابړه د دغه دواړو ځايونو مېنځ کښې پروت کلے دے. بابړه د سنسکرت ژبې ټکے دے چې مطلب يا مفهوم ئې د فوځ چاوڼۍ يا د خوراک څښاک ذخيره يا ډپو دے او چونکې دا علاقه د سکندراعظم نه را واخلې تر د پېرنګي پورې د مختلفو حمله اورو او حکمرانانو مرکز پاتې شوے دے او پۀ هندوستان چې څومره هم حمله کوونکي د وچې لارې راغلي دي نو د هغوي لاره د خېبر دره او تورخم دره وه او وروستو بيا هغوي اباسين باندې د چهچهـ (اټک) پۀ لاره مخکښې تلي دي. د بابړې نامه باندې پۀ هندوستان او پښتونخوا کښې نور ځايونه هم دي لکه د هندوستان پۀ ګجرات صوبه کښې ، د لاهور سره نزدې کامونکي ته مخامخ يو ځاے، پۀ پېنډۍ کښې هم راجه بازار سره نزدې يو ځاے دے چې لال حوېلي پکښې هم شامل ده. د ملاکنډ ضلعې يو کلے او سخاکوټ کښې هم د يوې محلې نامه او پۀ باجوړ ضلع کښې هم دچارمنګ سره نزدې د يوځاے نامه بابړه ده. پۀ دغه ټولو ځايونو چې مونږ نظر واچوو نو د دې ټولو فوځي اهميت ؤ.

    منشي ګوپال داس چې د پېښور اسسټنټ کمشنر او تحصيلدار پاتې شوے دے هغه پۀ خپل کتاب “تاريخ پشاور” کښې ليکلي چې څرنګه ابادي پۀ پېښور کښې ده هم داسې ابادي د چارسدې کلي بابړه کښې ليدل کېږي چې پۀ دې علاقه کښې د رنجيت سنګهـ او سيکهانو د حکومت يادګار دے.

    د بابړې پۀ خوا کښې د پړانګو کلے اباد دے چې پړانګ لفظ د سنسکرت ژبې ټکے دے او مطلب ئې د سيندونو د ملاپ ځاے دے او دغلته کښې د سوات او کابل سيندونو ملاپ کېږي. پخوا دغلته د يو ګودر ؤ او د تګ راتګ پۀ وخت به د اوبو لاره زياته استعمالېدله، د تجارت د سامان يا فوځي سامان اوړل راوړل به پۀ کشتو کښې پۀ دغه لاره کېدل، چونکې دغه سيندونه بيا د اټک پۀ مقام اباسين سره يوځاے کېږي او لوے سيند ترې نه جوړشي. او د پنجاب او سندهـ پۀ مېنځ بيا دغه اباسين تېر شوے دے. نو ځکه دغه به د نقل وحمل د پاره اسانه لار ګڼل کېدله. د دې نه علاوه پۀ بابړه او خواوشا علاقو کښې ګاړوګان (څوک چې د لرګي نه کشتۍ جوړوي) قوم هم اباد دے. د رنجيت سنګهـ پۀ بابړه کښې اباد د سېدانو کورنۍ سرخېل ميا سيدنور باچا سره ذاتي تعلق ؤ او د دوي به ئې ډېر عزت کولو اود ملاقات د پاره به کله کله ميا سيدنور بابا له بابړې ته راتلو نو دغه وجه هم کېدې شي چې هغوي پۀ بابړه کښې د غلې ډپو او تاڼه هم جوړه کړې وه.

    سيداحمد نور باچا پۀ خپله ذاتي ډائرۍ کښې د دې خبرو ذکر کړے دے. سيد امير خسرو باچا د ميا سيدنور باچا نمسے ؤ، هغوي ليکلي چې کوم جائيداد چې مونږ ته ملاو شوے ؤ او هغه بيا مونږ د کر کروندې د پاره زمکه سموله نو د ابادۍ اثار يعنې بنيادونو کښې استعمال شوې ګټې مونږ د هغې زمکونه پۀ خپل لاسونو را ويستلي دي. او دا هغه ابادي يا عمارتونه وو د کومو ذکر چې دګوپال داس پۀ کتاب کښې شوے دے.

    د هندوستان د تقسيم نه مخکښې او څۀ موده وروستو پورې هندوان هم پۀ ګڼ تعداد کښې پۀ بابړه کښې اباد وو. دچارسدې پخوانے بازار چې پۀ زوړ بازار باندې مشهور دے هغه هم د بابړې پورې به هغه وخت خور ؤ او پۀ بابړه کښې ډېر دوکانونه وو چې پکښې به هر قسم کاروبار کېدو او د هشنغر د هرکلي او ګټ ګټ نه به خلق دلته څيزونو خرڅولو او اخستو د پاره راتلل خو چې کله بيا وخت تېرېدو سره سره دغه کلے د کاروبار د پاره وړوکے کېدو نو دغه بازار بيا د هشنغر د لوے قبرستان پۀ بله غاړه باندې ابادېدل شروع شو او د بابړې نه هغه منډۍ او دوکانونه بيا دغه ځايونو ته منتقل شول. او تر نن ورځې پورې د چارسدې دغه بازار مخ پۀ وړاندې روان دے او خورېږي.

    د بابړې کلي نه قطب ته معروف خېل، عزيزخېل، ميراخېل کندي، نمرخاتۀ طرفته د پړانګو حسن خېل او د سافر خېل کندي څۀ برخه ، او د هشنغر قبرستان يا مقبره، سوېل طرف ته د پړانګو سافر خېل، ماما خېل، طورباخېل وغېره کندي او قبلې طرف ته د جيندي سيند او د بابړې د سېدانو او د غني خېلو د خانانو د کرکېلې زمکې پرتې دي. کومې چې اوس د ابادۍ د زياتېدو سره سره پۀ کمېدو دي او هغه ورځ لرې نۀ ده چې دا د کرکېلې زمکه به ناپېد شي. پۀ بابړه کښې دوه لويې کورنۍ ابادې دي چې يوه پکښې د سېدانو کورنۍ ده او بله پکښې د کشميريانو کورنۍ ده. د سېدانو کورنۍ خو د ميا سيدنوربابا بابړې سره راتلو سره اباده شوې وه ولې د کشميريانو کورنۍ هم د کاروبار پۀ غرض د افغانستان او وروستو بيا د کشمير نه راغلي وو. دوي به د لرګي خرڅولو او اخستلو کاروبارکولو. پۀ بابړه کښې د دې دواړو خاندانونو نه علاوه نور هم ډېرې کورنۍ ابادې دي چې ډېر ساده او غريبانان خلق دي . پۀ دې خلقو کښې سرکاري نوکر پېشه، زميندار او ذاتي کاروبار کوونکي هم شته. د بابړې پۀ زوړ کلي کښې پينځه جوماتونه وو چې پکښې د څلور جوماتونو د پاره زمکه د ميا سيدنور باچا اولاد وقف کړې ده. چې ترتيب ئې څۀ دا رنګ دے(١) د ميا سيدنور بابا جومات( شاجهان جومات) (٢) د صمداني استاذ جومات(٣)د مسافر استاذ جومات (٤) د شمس الحق استاذ جومات او پينځم جومات د پاره زمکه حاجي عطاء الله وقف کړې وه او د کشميريانو جومات پۀ نامه مشهور دے. د دې پينځو جوماتونو نه علاوه اوس د ابادۍ د زياتېدو سره سره د جوماتونو شمېر هم زيات شوے دے. او هغه د کرکېلې زمکې چې پۀ خربېله مشهورې وې هلته هم د ګوهراباد نيو بابړه پۀ نامه ځايونه اباد شوي دي. او هلته هم څلور نور جوماتونه جوړ شوي دي.

    د سيدانو د کورنۍ يوکس چې نامه ئې سيدشاهجهان باچا ده امريکه کښې مېشتۀ دے . هغه د بابړې د خلقو د پاره څۀ زمکه واخسته او د لوبو مېدانونو د پاره ئې وقف کړه چې د شاهجهان پارک پۀ نامه يادېږي. د هغې هرقسمه ضروريات هغه د خپل جېب نه پوره کوي.

    د بابړې خلق وخت د سر نه د خپل وطن او خاورې سره مينه لري او پۀ وطن چې هرقسم حالات راشي نو دوي هم د نورو خلقو سره ځان تړلے ګڼي. د بابړې خلق امن پسند دي او جنګ جګړې نۀ خوښوي او پۀ ورورولۍ سره يوځاے اوسېږي. د يو بل پۀ غم باندې غمژن او پۀ خوشحالۍ خوشحاله وي. پۀ بابړه کښې چې کله هندوان اوسېدل نو د دې ځاے پښتانۀ به هم هغوي سره پۀ امن اوسېدل. او يو بل ته به پۀ غم ښادۍ کښې لاس پۀ نامه ولاړ وو . مونږ د خپلو مشرانو نه داسې هم اورېدلي دي چې هندو او مسلمان به د يو بل د مذهبي ځايونو حفاظت او خيال ساتلو او تردې به ئې خيال ساتلو چې کله به پۀ هندوانو کښې څۀ وادۀ يا څۀ بل د خوشحالۍ تقريب ؤ او هغوي به ډول سرنا پۀ لاس پۀ لاره روان وو او چرته يو جومات به پۀ مخې راغلو نو هغوي به د تعظيم پۀ نيت هغه ډول سرنا غږول بند کړل. او دغه شان مسلمانانو به هم د هغوي پوره پوره خيال ساتلو. او هېڅ کله هم پۀ بابړه کلي کښې د دوي ترمېنځه څۀ جنګ جګړه د مذهبي وجوهاتو لۀ وجې نۀ ده شوې. تر دې چې کله هندوستان تقسيم شو او هندوانو باندې د پاکستان زمکه تنګه کړې شوه او هغوي دلته نه پۀ کډه وچتولو مجبور شونو بيا هم د بابړې مسلمانانو د خپلو هندوانو وروڼو مکمل حفاظت کړے ؤ او هغوي ته ئې هېڅ قسم تکليف نۀ ؤ رسولے. او نۀ ئې بل څوک دوي ته تکليف رسولو ته پرېښودلي وو. د پښتنو پۀ سيمه يوځاے نه هم داسې څۀ واقعه مخې ته نۀ وه راغلې.

    کله چې پېرنګے د دې وطن واکدار ؤ نو د هغۀ خلاف هم د بابړې اوسېدونکو دازادۍ پۀ جنګ کښې د پښتنو د نورو سيمو پۀ شان پۀ ډېر جوش او جذبې سره پوره پوره برخه اخستې وه او د هېڅ قسمه قربانۍ نه وروستو نۀ دي پاتې شوي . او پۀ خصوصي توګه کله چې فخر افغان بابا د انجمن اصلاح الافاغنه بنياد کېښودو نو پۀ وړومبنو خلقو کښې د بابړې مشران هم شامل وو او فخر افغان بابا سره ئې اوږه پۀ اوږه ملګرتيا کړې وه. سيد محمد فصيح باچا پۀ خپل کتاب کښې ليکلي چې فخر افغان بابا پۀ کال ١٩١٩ز کښې د بابړې يوې حجرې ته پۀ وړومبي ځل راغلو او د پښتنو د پرمختګ او ازادۍ خبره ئې وکړه نو د ميا سيدنور باچا نمسے سيدلعل بادشاه چې د بړاميا پۀ نامه مشهور ؤ پۀ اخر کښې فخر افغان بابا ته ووئيل چې زۀ هم د سېدانو د کورنۍ مشر يم او باچا يم او تاسو خو د ټولو پښتنو مشر يئ نو تۀ هم باچا ئې نو ځه چې دواړه پۀ يوه لاره اوږه پۀ اوږه يوځاے د دې سپېځلي مقصد د پاره روان شو. او دغه شان پۀ بابړه کښې د پښتنو د دې تحريک بنياد کېښودل شو کوم چې تر دې ساعته پورې قائم دے.

    بابړې ته دا اعزاز هم حاصل دے چې د اتمانزو نه پس باچاخان د پښتون تحريک دوېم کور دے. او څومره هلې ځلې چې پۀ تحريک کښې شوې دي هغه يا د دې ځاے نه شروع شوي دي او يا بيا د دې ځاے اوسېدونکو پکښې پوره پوره حصه اخستې ده.

    د انجمن اصلاح الافاغنه نه را واخله تر د عوامي نېشنل ګوند پورې د دې ځاے اوسېدونکو پۀ دې تحريک کښې د خپل وس نه زيات د خپل وطن او قام د خدمت حق ادا کړے دے او د زندانونو، بې عزتۍ، جائيدادونو نيلام کېدلو، وهلو ټکولو او د خپلو ښځو او کورونو د بې عزتو باوجود د خپل موقف او تحريک نه نۀ دي وروستو شوي. دغه ظلمونه کۀ د پېرنګي د اړخه وو او کۀ بيا وروستو د پاکستان د حکمرانانو د اړخه وو، دواړو کښې څۀ فرق نۀ ؤ.

    پۀ ١٩٣٠ز کښې ېېرنګي د پړانګو او بابړې محاصره کړې وه او ظلمونه ئې پرې کړي وو. او دغه شان پۀ ١٢ اګست ١٩٤٨ز کښې خو پۀ قيوم خانۍ کښې د ظلم او جبر داسې يو داستان جوړ کړے شو چې مثال ئې نشته خو د بابړې خلق پۀ خپل ځاے باندې مستحکم ولاړ وو او چا هم د خپلې لارې نه يو انچ هم اخوا دېخوا نۀ کړل. د فخر افغان پۀ دغه تحريک کښې چې د بابړې نه کوم مشهور خدائي خدمتګار وو پۀ هغوي کښې د يو څو خدائي خدمتګارو نامې څۀ دا رنګ دي؛ احمد کاکا( چا چې د “خدائي خدمتګارتحريک” پۀ نامه يو کتاب هم ليکلے دے، سيد محمد فصيح باچا چې د تحريک پۀ مختلفو اهم عهدو باندې هم پاتې شوے دے، سيد لال بادشاه څوک چې د سيدانو د کورنۍ مشر ؤ، د فصيح باچا پلار ؤ او فخر افغان ته ئې د مرستې مکمل لاس ورکړے ؤ، عبدالمصور زرګر، ولي محمدکاکا، ګل باز بابا، عبدالغفوراستاذ، رحيم الله کاکا، حريف ګل کاکا، عبدالحنان بجلي، سيد محمد عابدباچا، سيد محمد علي شاه باچا، سيد عبدالعزيزباچا، حبيب الله کاکا، سيد محمد نبي باچا، سيد محمد جمال باچا، عبدالاحد کاکا، سيد محمد تقي باچا، عبدالمالک باچا، خطاب کاکا(قصاب)، حاجي عنايت الله، حاجي طوطي او نور ډېر سرګرم کسان شامل وو.

    بابړې ته دا اعزاز هم حاصل دے چې پۀ ١٩٣٨ز او ١٩٤٢ز کښې ئې ګاندهي جي هم دورې کړې وې او دلته کښې ئې باقاعده جلسې ته تقرير او د بابړې د خلقو د جوش او جذبې تعريف ئې هم کړے ؤ. تر کومې پورې چې د فخر افغان باچاخان بابا او رهبرتحريک خان عبدالولي خان خبره ده نو هغوي خو بې شمېره ځل پۀ مختلفو موقعو بابړې ته تشريف راوړے ؤ.

    کله چې د هندوستان تقسيم وشو او د هغه وخت پۀ صوبه سرحد کښې د خدائي خدمتګارو يو جائز حکومت ختم کړے شو او وروستو بيا باچاخان بابا د سويلي اضلاع د دورې پۀ موقع پۀ کوهاټ کښې پۀ جون ١٩٤٨ز کښې ګرفتارکړے شو او د دروغو تورونه پرې ولګول شول نو د هغې خلاف پۀ صوبه کښې د بابړې سيد لعل بادشاه د خپلې حجرې نه د احتجاج اغاز کولو تجويز وړاندې کړو. او بيا صوبائي جرګې ئې تائيد وکړو او پۀ ١٢ اګست ١٩٤٨ز کښې د بابړې سيدلعل بادشاه (بړاميا) سيد محمد فصيح باچا حجره کښې جلسه وشوه. وروستو يو پرامن جلوس داختر جومات (جمعې جومات) پۀ طرف روان ؤ او بيا وروستو پۀ هغې جلوس باندې فوځ، ملېشې او پوليس ګولۍ وچلولې چې پکښې ډېر بې ګناه خدائي خدمتګار ژوبل او شهيدان شول . چې شمېر ئې تقريباً ٧٠٠ خواوشا ؤ . د بابړې پېښه تر نن ورځې پورې پۀ باقاعده توګه کولے شي او د هغه شهيدانو روحونو ته دعقيدت پېرزوئنې وړاندې کېږي او بيا وروستو پۀ هغه ځاے جوړشوي يادګار باندې دګلونه دستې ايښودل کېږي او د شپې نه پرې موم بتۍ هم بلولې کېږي او د ١٢ اګست ورځ ديوم شهداء بابړه پۀ طور پۀ ټوله سيمه کښې نمانځلے کېږي.

    پۀ بابړه کښې د هلکانو دوه ګورنمنټ او يو هائي سکول نه علاوه د جينکو د پاره ګورنمنټ ګرلزهائي سکول هم موجود دے او د جينکو دوه ګورنمنټ هائي سکولونه د بابړې کلي قطبي ګټ باندې د ګورنمنټ هائي سکول چارسده خاص نمبر ١ او ګورنمنټ ګرلز هائي سکول چارسده خاص نمبر٢ هم پراتۀ دي. د دغې سرکاري سکولونو نه علاوه پرائيوېټ سکولونه هم موجود دي. ګورنمنټ پوسټ ګريجويټ کالج چارسده، عبدالعلي خان ډګري کالج او ګورنمنټ ګرلز کالج چارسده هم نزدې پراتۀ دي.

    د بابړې سره نزدې سرکاري مذبح خانه هم موجوده ده. کومه چې نن سبا د انتظاميې د نااهلۍ لۀ کبله خلقو پۀ ذاتي استعمال کښې راوستې ده او خلق پکښې خپل څاروي تړي او ذاتي غم ښادۍ د پاره ئې هم استعمالوي. د ديني تعليم پۀ مد کښې دارالعلوم اسلاميه چارسده هم د بابړې نمرخاتۀ طرف ته نزدې اباده ده. پوليس سټېشن پړانګ هم د بابړې نه د نيم فرلانګ پۀ فاصله پروت دے. بابړې ته د هر طرف نه د تلو راتلو لارې موجود دي. بابړې ته د نمرخاتۀ طرف نه پوخ سړک د باچاخان چوک مېن بازار چارسدې طرف ته راغلے دے او د قطب طرف نه د پېښور او چارسدې روډ نه د جوتي پۀ پل باندې هم پوخ سړک راغلے دے. د دې نه علاوه د پړانګو او چارسدې روډ بازار د طرف نه هم خلق بابړې ته پۀ اسانه پۀ موجود لارو باندې راتلے شي.

    د بابړې ابادي خو مخکښې کمه وه خو اوس تقريباً شپږ يا اووۀ زره پورې ده. د سرکاري مردم شمارۍ مطابق د تعليم شرحه تقريباً ٧٠ نه ٨٠ فيصده پورې ده. بابړه چونکې د چارسدې ښاري علاقه کښې شامله ده او ميونسپل کمېټۍ پۀ ٣نمبر يونين کونسل کښې پرته ده نو د ژوند بنيادي سهولتونو يعنې بجلي، ګېس، ټيلي فون، انټرنېټ، موبائيل ټاور پکښې موجود دي. خو د ملک د نورو علاقوپۀ شان مسئلې موجود دي.

    د بابړې اوسېدونکے مولانا ګوهرشاه دوه ځله د جمعيت العلماء اسلام پۀ ټکټ د قومي اسمبلۍ ممبر جوړ شوے دے خو د خپل کلي د پاره ئې څۀ خاطرخواه خدمت نۀ دے کړے. د چارسدې ضلعې نورو علاقو کښې عموماً او پۀ بابړه کښې خصوصاً د ګنده اوبو د نکاسۍ بندوبست پۀ مکمل توګه خراب دے او د پلاسټک تېلۍ پکښې پرتې وي. د دې نه علاوه دکورونو نه ګند وچتولوکار هم خراب دے او څوک هم د دې د مستقل توګه دحل کولوکوشش نۀ کوي.

    د بابړې پۀ موجوده مشهورخلقوکښې حاجي کفايت الله (ګړې منډۍ والا) ، مولاناګوهرشاه پخوانے اېم اېن اے او د دارالعلوم اسلاميه چارسدې مهتمم. سيد مصورجان باچا ريټائرډ چيف اډټ افسر واپډا، محمد اکبررضا رېټائرډ کمشنر سوات، سيد منظورباچا پرنسپل ګورنمنټ هائي سکول ګلا ډهېرچارسده، سيد شفيق احمد ترمذي ريټائرډ پرنسپل پوسټ ګريجوټ کالج چارسده، حمايت الله رېټائرډ کېپټن پاکستان نېوي، سيد شاه فخر عالم رېټائرډ سټيټ بينک افيسر شاعر او ليکوال، سيد سجاد علي شاه سټيټ بينک افيسر، ډاکټراسدالله سرجن ليډي ريډنګ هسپتال پېښور، ډاکټر عمران الله ډنټسټ چارسده، سيد مسرت شاه (سيدان فارميسي چارسده) سيد بشيرباچا ريټائرډ اېډمرل پاک نېوي، سيد شاهجهان باچا سائيکالوجسټ امريکه، سيد مدثرشاه سېشن جج ، ډاکټر حسن شامل دي.

    پۀ بابړه کښې د جينکو سکول خپل عمارت موجود نۀ دے او د کرايې پۀ ځايونوکښې ګرځي را ګرځي نو دا يوه اهمه مسئله ده چې د جينکو د ګورنمنټ ګرلز پرائمري سکول بابړې د پاره دې د ځانګړي بلډنګ او زمکې بندوبست وکړے شي. د دې نه علاوه پۀ بابړه کښې د لائبرېرۍ هم بندوبست وشي چې د دې ځاے اوسېدونکي د تاريخ او د نړۍ د حالاتو نه خبر شي.

    زۀ د سيد شفيق احمد ترمذي، سيد شبيراحمد ترمذي، سيد شاه فخرعالم، عصمت الله، داود احمد، سيد فضل امين او سيد ناصر شاه مننه کوم چې د دې مضمون ليکلو کښې ئې زما مرسته وکړه. زما راتلونکے مضمون به د بابړې مشهور اوتاريخي حجره باندې وي.

    بحواله: شجره نسب (١)مياسيدنوربابا

    (٢)خدائي خدمتګارتحريک احمد

    (٣)ډائيريز سيدامير خسرو بابړه

    (٤)شجره نسب کشميريان بزبان عصمت الله بابړه

    (٥)تاريخ پشاور . ګوپال داس

    (٦)کېميائے سعادت. امام غزالي

    (٧) دچارسدې تاريخ د دوړو لاندې. اصف علي