Author: Siddiq Nangyal

  • غزل پۀ مومندو کښې – شباب مومند

    غزل پۀ مومندو کښې – شباب مومند

    دا خبره د یادونې وړ ده چې کله هم د شاعر او د ادیب خبره کېږي نو د مومندو ذکر به لازم ورسره کېږي. ولې چې د مومندو پۀ سیمه لوے لوے ادیبان، شاعران پيدا شوي دي، چې پښتو ادب ته ئې دوام ورکړے دے. او دغه د پښتو ادب کاروان ئې روان ساتلے، هغه کۀ رحمان بابا دے او کۀ عبدالحمید مومند دے، کۀ کامل مومند دے او کۀ قلندر مومند دے، او دغه شان ریاض تسنیم هم پۀ دغه ادیبانو شاعرانو کښې خپله برخه لري. دوي د ادب هغه شهسواران دي کومو چې د ادب مېدان ژوندے ساتلے او خاص کر د شعر، د فن او هنر پۀ حواله ژوندي مثالونه دي. رحمان بابا د انسانیت شاعر ؤ او هغۀ د میني ورورولۍ خېر ښېګړې پېغام د شعر پۀ ژبه ورکړے. حمید مومند او معاذ الله خان مومند هم د رحمان پۀ نقش قدم روان دي. کامل مومند او قلندر مومند بطورِ ثبوت منل شي. او د اوسني دور شاعر ریاض تسنیم پۀ غزل کښې نوې نوې تجربې کړي. خو زۀ به دا خبره وکړم چې دا هغه مومندان شاعران دي کومو چې د مومندو نه بهر پۀ مختلف ښارونو کښې لکه چا پۀ کراچې کښې چا پۀ پېښور کښې او چا پۀ چارسده کښې استوګنه کړې ده. خو دلته د مومندو پۀ سیمه د شعر او د ادب پۀ حواله خبره کوم، کوم ادیبان چې پۀ مومندو کښې استوګنه کوي او ادب تخلیق کوي. او دلته مونږ “پۀ مومندو کښې غزل“ باندې خبره کوو. خو د غزل نه مخکښې به د مومندو پۀ شاعرۍ خبره وکړو چې پۀ مومندو کښې يو دور داسې هم ؤ چې اولسي شاعري ښه پۀ جوبن کښې وه. او د اولسي شاعرانو به زیات تر توجو پۀ چاربېته ،رباغي، او پۀ قيصو باندې وه. او اولس به هم اولسي شاعري خوښوله. هم د اولسي شاعرۍ سره سره غزل هم لیکل کېدلو خو زیات تره شاعري پۀ اولسي پېرایه کښې وئيل کېدله او لیکل شوه. پۀ اولسي شاعرانو کښې نظیر مومند،جمال سنګراو عوض خان مومند د مومند اولسي نمائنده شاعران دي. خو بیا یوه داسې زمانه راغله چې نوي کول ته د جدید تقاضو ضرورت پېښ شو او پۀ مومندو کښې اولسي شاعري تر نولس سوه نوي پورې ښه پۀ جوبن کښې وه. چې دا شاعري به پۀ ودونو کښې، حجرې مجلسونو کښې کېدله چې زیات تر به پۀ کېسټ کښې رېکارډ کېدله. خو بیا هم د شاعرۍ د محفوظ کولو مربوط نظام نۀ ؤ. بس د دې نۀ وروستو پۀ مومندو کښې ادبي ټولنې بنیاد د غلام حسېن محب صېب پۀ سربراهۍ کښې “مومند ادبي غنچې“ پۀ نوم کېښودو. چې دې ټولنې به اول ځل مياشت کښې او بیا څۀ موده پس پنځلس ورځې پس اجلاسونه شروع کړل. دې کښې به شاعرانو خپل کلامونه تنقید ته هم وړاندې کول. بیا څو کاله وروستو پۀ دوه زرم کال کښې د “مومند ادبي“ ټولنې بنیاد حېران مومند، خیال مومند، وصال مومند او د هغۀ ملګرو پۀ شریکه کېښودو چې هر پنځلس ورځې پس به تنقیدي مشاعرۍ غونډه کوي.او دغه شان دا دوه فعال ټولنې پۀ مومندو کښې د شعر و ادب کار پۀ پراخه سينه کوي. چې ډېر تکړه تکړه شاعران لیکوالان ئې پېدا کړي دي. د دې نه علاوه سنګر ادبي ټولنه، مومند ادبي جرګه هم د ادب دپاره خپلې هلې ځلې کوي. مختصر دلته مونږ مومندو کښې د غزل پۀ حواله خبره کوو چې “مومندو کښې غزل“ څومره جوت مقام لري. نو کۀ مونږ پۀ مومندو کښې د غزل خبره کوو نو د موجوده دور د غزل استاد ریاض تسنیم ذکر به پۀ اولني سر کښې کیږي. کۀ هر څومره هغه د مومندو پۀ خاوره ژوند نۀ دے کړے، او د غربت او ملازمت پۀ سلسله کښې ئې ژوند پۀ کراچۍ کښې تېر کړے. نو د ټولو نه مې اول ځل دا غوښتله چې د تسنیم ذکر د غزل پۀ حواله وشي. تسنیم داسې وائي:

    تسنیمه! لرې له هجومه خپل غزل ساتمه

    چې دا اواز دے مختلف دا ترانه ده جدا

    دغه شان هغه پۀ یو بل شعر کښې د غزل پۀ حقله داسې وائي.

    ما خو غزل له د راتلونکي سبا رنګ ورکړے

    زۀ هغه نۀ وم چې مې تېره زمانه لیکله

    تسنیم د خپل شعر پۀ باره کښې رحمان بابا مخاطب کوي او داسې وائي.

    یو رحمان پۀ سړبن کښې ګل پاشي کړي

    یو تسنیم پۀ کراچې کښې غزل خوان شه

    دغه شان د تسنیم پۀ شاعرۍ کښې سوچه مینه محبت او رېښتونے پېغام ښکاري. هغه لکه د میرتقي میر د غمونو ډکه شاعري کړې ده، ولې چې هغه د غربت غمونو د ترۀ تربور غمونو د طبقاتي نظام غمونو ځپلے ؤ او دغه غمونه ئې د شعر پۀ شکل کښې څرګند کړي دي.نو ځکه د تسنیم پۀ شاعرۍ کښې سوزوګداز او د هغۀ د ټوټې ټوټې زندګۍ حالونه مخې ته کېږي. دغه شان تسنیم پۀ یو بل شعر کښې د شعر او د شعر معیار پۀ باره کښې داسې وائي.

    یاران لۀ خپل سخنه وشرمېدل

    چې مې هر تورے انتخاب راوړۀ

    دغه شان مونږ کۀ د تسنیم پۀ شاعرۍ خبره کوو نو اوږده به شي، مونږ راځو او مومندو کښې پۀ یو بل شاعر غلام حسېن محب خبره کوو چې د مومند ادبي غونچې مشر دے. چې د هغۀ د شاعرۍ کتابونه هم چاپ دي او زیات تر پۀ غزل ئې توجو ورکړې ده. دغه شان د مومند ادبي ټولنه چې د مومندو پۀ خاوره د ادب پۀ مېدان کښې لویه برخه لري. او د ” مومند ادبي ټولنې“ هلې ځلې د چا نه پټې نۀ دي. دغه شان د مومند ادبي ټولنې د مشر پۀ حېث پۀ شعر وشاعرۍ کښې يو جوت مقام لري، او د ادب يو ځلنده ستورے دے. د حېران مومند د شاعرۍ مجموعه” لفظونو کښې تصویر” هم چاپ ده چې زیات تر پۀ غزلنو مشتمله ده او ټوله شاعري د غم جانان نه ډکه ده او غم جانان او جانان مینه پۀ زوروره ښکاري. لکه د مثال پۀ طور د غزل د نمونې نه دا دوه شعرونه انتخاب دي.

    موده پس دي دیدنونه زۀ ولاړ هغه ولاړه

    دي پۀ سترګو کښې جنګونه زۀ ولاړ هغه ولاړه

    څۀ پر کېفه نظارې دي د ارمان سپرلي پۀ موج دي

    راورېږي خمارونه زۀ ولاړ هغه ولاړه

    حېران مومند کۀ هر څومره د غم جانان پۀ محبت کښې راګېر دے خو بیا ئې هم د غزل معیار قافيې او د وزن بحر خیال ئې ډېر زیات ساتلے لکه د مثال پۀ طور دا دوه شعرونه.

    بې سببه پۀ خندا يې مجرده

    توره شپه ده پۀ نڅا يې مجرده

    پۀ ادا ادا وږمې کړې د لونګو

    د ګل ونه ئې ښکلا يې مجرده

    زۀ حېران څۀ چې دا ټول درته حېران دي

    نرګسي ګلاب نما يې مجرده

    کۀ حېران مومند د جانان غم ستائي نو د جانان غم سره سره د پښتون اولس غمونو ساندې هم وائي.

    شعر کښې داسې وائي…

    د امن پۀ لټون ؤ يو پښتون له کوره وتے

    روان چې څنګه مخکښې ؤ روان هغسې دے

    دغه شان د مومند ادبي ټولنې يو نمائنده شاعر وصال مومند هم د هېرېدلو نۀ دے. چې د مومندو پۀ خاوره د غزل پۀ ښکلي ډول طبع ازمائي کوي. او دغزل پېرایه اسلوب او د غزل لیکلو انداز کښې ئې جدت ښکاري.

    لکه مثال په طور دا دوه شعرونه د غزل نه انتخاب دي…

    د محبت نه بغېر هم بلها کارونه لرم

    اخر انسان یم زۀ هم ضرورتونه لرم

    زۀ د دې خلقو د هجوم تر مېنځه نۀ ځائيږم

    نۀ خو دوه ژبې لرم نۀ خو دوه مخونه لرم

    دغه شان د وصال مومند يو بل غزل چې د هغې نه دو شعرونه انتخاب دي.

    هر یو مخ پسې بیا بیا نظر ولې اړومه

    ځان د هر یو ښکلي پۀ شر ولې اړومه

    ستا طبیعت ښۀ راته معلوم دے چې نازک دے

    ستا سره خبرې مګر ولې اړومه

    دغه شان کۀ مونږ د مومندو پۀ غزل خبره کوو نو بیا به مونږ د هر شاعر د غزل نه څۀ شعرونه انتخاب راخلو. دا خبره ما مخکښې هم وکړه چې مومند ادبي ټولنه یو فعال ټولنه ده او د مومندو پۀ خړه پړه خاوره باندې ښۀ غزل ګو او ښۀ ادیبان شاعران پېدا شوي چې ورسره سره دیني علوم او دنیاوي علوم هم حاصلوي.

    نو بیامولانا طالب سنګر د هېرولو نۀ دے او د هغۀ ذ کر ضرور ګڼم چې سره دیني عالم دین پۀ شاعرۍ کښې هم برخه لري. د هغۀ د کتاب “د تخيل وزرې“ نه دا دوه شعرونه راوړم.

    بیا یمه د سزا او د جزا دواړو پۀ مېنځ کښې

    ساتي چې مې غصې او د مسکا دواړو پۀ مېنځ کښې

    چې ګام ئې د رخسار نه د زلفو پۀ لور اخلم

    دا یمه زۀ دشپې او د صبا دواړو پۀ مېنځ کښې

    دغه شان د مومند ادبي ټولنې یو بل شاعر ادیب مبارز مومند چې کتاب ئې لا نۀ دے چاپ خو يو ځانله او جدا اسلوب لري او یو ښۀ تخلیق کار ادیب شاعر دے. چې د هغۀ د غزل نه دا دوه شعرونه انتخاب دي.

    ستا نه بغېر دې نازولي دوامداره وسي

    پۀ دې مزار دې ډيوې بلې دومدارې وسي

    مولا دې دا جینۍ خپل زړۀ سره پۀ شر اخته کړي

    چې پۀ باطن کښې ئې ښکنځلې دوامدارې وسي

    دغه شان د مبارز مومند یو بل پوره غزل ستاسو پۀ وړاندې دے.

    نڅا کووم پا به زنجیر……..تاسو چک چکې وهئ

    پۀ خپل ځان وير کووم،ویر……..تاسو چک چکې وهئ

    دغه سړے چې د خپل ځان پۀ خول کښې بند ولاړ ؤ

    اوس شهرت غواړي عالمګیر …….تاسو چک چکې وهئ

    دا ډمامې زما ژوند …….. پۀ ناکامو غږېږي

    لکه د فلم تشهير ……..تاسو چک چکې وهئ

    سړیو مونږ مرام څۀ کوو…….رهبر څۀ کوو

    مونږ له بس دے یو تقریر…. تاسو چک چکې وهئ

    داسې یو کېف ــــ لکه ماشوم مې ژړوي خندوي

    دا مبارز! مافي الضمیر ……تاسو چک چکې وهئ

    کۀ د مومندو پۀ سیمه لټون وکړې نو بلها شاعران د مومندو پۀ خاوره استوګنه کوي او د شعر پۀ ذریعه خپله تنده سړوي. چې پۀ دغه شاعرانو کښې یو بل شاعر رحم شېر ریحان دے چې د مومند ادبي غونچې پېداوار دے. او لا تر اوسه ئې د شاعرۍ دوه کتابونه چاپ دي.“ساندې پۀ نغمو کښې“ او بل “پۀ ښار د لېونو کښې“ چې زیات تر شاعري ئې پۀ غزلونو مشتمله ده. چې د مثال پۀ طور د غزل نه دا دوه شعرونه انتخاب دي.

    قلم ساتمه توره هم ساتمه ډال ساتمه

    د قام د ننګ پۀ خاطر نخښې د خوشحال ساتمه

    زۀ د خپل فن سره پۀ دې هم ډېره مینه کوم

    پۀ کښې رنګونه ستا د حسن او جمال ساتمه

    رحم شېر ریحان د خوشحال پۀ شان تورې او قلم سره سره د مینې اومحبت هم قائله دے.

    دغه شان یو نۀ هېرېدونکے شاعر د مومند ادبي ټولنې باني شاعر خیال مومند چې د “همزاد“ شاعري مجموعې خالق دے. چې تر ټولو زیات ئې د خوښې صنف غزل دے. چې د خیال مومند د همزاد کتاب نه دوه شعرونه انتخاب راوړم.

    دا دعوه نۀ کوم چې فرهاد یمه ما غر وهلے

    خو ستا پۀ مینه کښې مې هر کاڼي ته سر وهلے

    سترګې دې ښکته دي باڼۀ دې غځېدلي پراتۀ

    ما پۀ يواځې ځان دا دومره لوے لښکر وهلے

    د مومندو پۀ خاوره یو بل پښون شناس شاعر جاول خان همدم ذکرضرور ګڼم چې لا کتاب ئې چاپ نۀ دے خو د شاعرۍ ډېره پنګه ورسره موجوده ده. د هغۀ د شاعرۍ نه پوره غزل د مثال بۀ طور راوړم.

    یو مې وعده یو مې زبان پښتون یم

    شډل بډل یمه افغان پښتون یم

    ما د پېرنګ او اورنګ لار نيولې!!!!

    زه خو شحا خان یمه افغان پښتون یم

    د مظلومانو سره مرسته کوم !!

    د هر ظالم مشت و ګرېوان پښتون یم

    زما پۀ وینه کښې ګډون د وفا

    زۀ د ازله مسلمان پښتون یم!!

    ما د چا واک پۀ ځان منلے نۀ دے

    ما پۀ پښتون وژلے ځان !پښتون یم

    پت او وفا او ننګ غېرت همدمه

    زما د هر غزل عنوان پښتون یم

    دا وو د مومند هغه شاعران چې ستاسو پۀ وړاندې مو د هغو د کلامونو نه څۀ شعرونه مخې ته کړل. دغه شان کۀ مونږ د مومند پۀ خاوره د شاعرۍ او ادیبانو پۀ حواله خبره زیاته کړو نو مومند خاوره د ادب او د شاعرۍ پۀ حواله ډېره زرخېزه ده او د اولسي او د کلاسک شاعرۍ دواړه سنګرونه ئې اباد ساتلي. او کۀ چرته هم د ادب ذکر کېږي نو مومند به د ادب پۀ مېدان کښې ښکاره پۀ نظر راځي. خو زۀ به دا ذکر یو ځل بیا وکړم چې پۀ مومندو کښې دا دوه ادبي ټولنې“ مومند ادبي غونچه“ او مومند ادبي ټولنه“ يو فعال کردار ادا کوي. او پۀ مړانه د پښتو ادب خدمت کوي. خپلې خبرې د ریاض تسنیم پۀ دې شعر راغونډوم!

    اوس مې غزل شرع ته سم کړو پۀ قول د سلیم

    تسنیمه! پۀ کښې دړدونه د خپل قام راوړه

    د پښتون د غوره سباون پۀ نامه

  • د دستار نامې وړومبے هنر – فضل مومند

    د دستار نامې وړومبے هنر – فضل مومند

    د ستر خوشحال خان خټک سحر انګېز شخصیت ته چې سړے وګوري نو حېران پاتې شي، یو شخص د دومره زياتو خوبیو مالک څنګه کېدے شي. سړے به د خوشحال خان خټک کوم کوم اړخ راخلي او لیکل به پرې کوي ، زما تر نظره به بل داسې یو شخصیت هم پۀ پښتنو کښې نۀ تېر شوے وي او نۀ به مستقبل کښې راشي. دغه نابغه، نوموړے او تاریخي شخصیت پۀ يو وخت شاعر، ادیب، عالم، فقیهه، عارف، طبیب، مشر، معلم، او مدرس، ننګیالے او فرهنګیالے ؤ.

    مونږ کۀ د خوشحال بابا پۀ ژوند نظر واچوو نو د وړکوالي نه تر مرګه د هغوي ژوند ټول د حادثو نه ډک دے. سړے ورته حېران ګوته پۀ خُلۀ پاتې شي چې یو کس پۀ یو وخت د قوم مشري هم کوي، د حاکم وخت سره د منصب دارۍ لاج هم ساتي. دومره ښځې او بچي چې د اوياؤ نه پۀ تعداد کښې زیات دي پام لرنه او خصانه هم کوي، جنګونه هم کوي، ښکار هم کوي، سېلګري هم کوي او بيا ورسره ورسره تر ټولو زیات او ګران کار شعر و شاعري هم کوي، نظم لیکي نثر لیکي.

    د دې هر څۀ نه علاوه خوشحال خان بابا پۀ ورکوټوالي کښې د خپلې زمانې مروج علوم ټول وئېلي وو. د دۀ لۀ کلامه ښۀ ښکاره کېږي چې د اسلامي علومو لکه فقه، حدیث، تفسیر او نور عقلي او فلسفي علوم لکه منطق، حکمت، او ادبي علمونه او د فصاحت او بلاغت اوصول لکه معانې، بیان، عروض، قافیه او نور ټول علمونه وئيلي او زده کړی وو.

    لکه څنګه چې زما د لیک عنوان دے د دستارنامې اول هنر او د خوشحال خان شخصیت؛ د خوشحال بابا کتاب دستارنامه چې پۀ شلو هنرونو او شلو خصلتونو لیکلے شوے یو معروف کتاب دے، دغه کتاب چې خوشحال بابا د زندان د وخت لیکلے کتاب دے. ولې چې خوشحال بابا پۀ خپله د دغه کتاب پۀ يوه قطعه کښې د ابجدو پۀ حساب سره چې کوم تاریخ درج کړے تر دغه وخته پورې د خوشحال بابا دوه کاله د هند پۀ رنتمبور قلعه کښې پوره شوي وو.

    قطعه:

    دا کتاب چې پۀ پښتو خوشحال انشا کړ

    پخوا نۀ دے انشا کړے پښتانۀ

    کۀ تاریخ ئې د انشا لۀ مانه غواړې

    وايم دا ” بس دے محنت د بېلتانۀ ” (۱۰۷۶ هـ ق) ۱

    اوس دلته چې خبره د خوشحال بابا د زندان راغله نو لږ به د تاریخ پاڼو کښې شاته لاړ شو او د خوشحال خان خټک د لنډې پېژندګلو سره سره به د سردارۍ او د مغلو د منصبدارۍ او ګرفتارۍ او وفات پۀ لړ کښې خبره وکړو.

    پۀ يوولسمه پېړۍ کښې د مغل بادشاه نورالدین جهانګیر پۀ دور کښې د ربیع الثاني پۀ میاشت ۱۰۲۲ هـ ق کال چې د ۱۶۱۳ ء کال سره سمون خوري، د ملک اکوړ پۀ کورنۍ کښې د هغۀ کړوسے او د يحېٰ خان لمَسے او د شهباز خان زوے پېدا شو چې دنیا ئې د خوشحال خان خټک پۀ نامه پېژني، خوشحال خان د خپلې زېږېدنې کال داسې بيانوي…

    د هجرت زر دوه ویشت سن ؤ

    چې زۀ راغلم پۀ جهان ـ ۲

    خوشحال خان خپل او د پلار نیکۀ پېژندنه داسې کوي:

    زۀ خوشحال د شهباز خان یم

    چې تورزن یم کان پۀ کان

    شهباز خان د يحيیٰ خان ؤ

    چې نۀ ؤ هسې ځوان

    يحيٰ خان د اکوړي ؤ

    چې پۀ تُوره شو سلطان ـ ۳

    پۀ ۱۰۵۰ هـ ق کښې د شهباز خان د مرګ نه پس خوشحال خان خټک ته د خپل قام مشري او د مغلو لۀ طرفه منصبداري دواړه ورپۀ غاړه شول. د مشرۍ پۀ حقله خوشحال خان بابا وائي چې پلار مې شهباز خان وفات شو نو زۀ پۀ صلاح د اولس خان شوم ـ ۴

    د خوشحال بابا د مشرۍ قیصه روانه وه چې هم پۀ دې کښې د مغل بادشاه شاهجهان د طرف نه هم د منصبدارۍ فرمان راغے، پۀ دې حقله خوشحال بابا وائي:

    هغه کال پوره پنځوس ؤ

    چې شهید شو شهباز خان

    د هغه دور بادشاه ؤ

    قدر دان ؤ شاهجهان

    د پلار ځاے و ما راکړ

    پۀ اولس شوم حکمران ـ ۵

    د تاریخي سندونو دا جوتېږي چې د خوشحال بابا د اتویشت نیم ( ۲۸ نیم) کاله پۀ عمر کښې د مشرۍ دستار پۀ سر تړلے ؤ. د ۱۰۵۰ هـ ق نه تر ۱۰۷۴ هـ ق پورې خوشحال خان بابا د مغلو د پاره د خپلې وفادارۍ تورې وهلې، هغه کۀ مغل بادشاه شاهجهان ؤ یا اورنګزېب عالمګیر. خوشحال بابا دا خپله فریضه ګڼله لکه چې هغه پۀ خپله وائي…

    لکه زۀ وم پۀ راستۍ پۀ درستۍ کښې

    د مـغـل پۀ خدمت نۀ ؤ بل افـغـــــان – ۶ –

    یقینا چې د خوشحال بابا پۀ وفادارۍ کښې هېڅ څۀ کمے نۀ ؤ راغلے خو لوبه هله خرابه شوه چې کله د کابل او پېښور صوبېدار مهابت خان پۀ ځاے صوبېدار امیرخان او د دۀ نائب صوبېدار مرزا عبدالرحیم وټاکلي شول.

    ۱۰۷۴ هـ ق هغه کال ؤ چې د خوشحال خان د ترونو د مغل واکمن لۀ خوا ټاکلے شوي صوبېدار امیر خان او نائب صوبېدار مرزا عبدالرحیم پۀ مشاورت خوشحال بابا د قېد وبند مصیبتنو سره مخ شو. ۷

    د خوشحال بابا د زندان او د نظر بندۍ ټوله ټاله موده د ۱۰۷۴ هـ نه تر ۱۰۷۹ هـ ق پورې ، څلور کاله او لس میاشتې جوړېږي. اوس چې مونږ وګورو نو د ۱۰۵۰ هـ نه تر ۱۰۷۴ هـ ق پورې خوشحال بابا څلورویشت کاله د مغلو منصبدار پاتې شوے ؤ او د مغلو د پاره ئې د سلو نه تر زیاتو جنګونو کښې برخه اخستې ده ـ کله چې پۀ ۱۰۷۹ هـ ق کښې د زندان نه راخلاص شو او د افغان پۀ ننګ ئې توره وتړله نو دغه باقي یويشت کاله عمر ئې ۱۰۷۹ نا تر وفات ۱۱۰۰ هـ ق پورې د مغلو پر خلاف پۀ مبارزه کښې تېر کړل ـ د دغه ستر شخصیت مرګ ډېر د بې وسۍ مرګ ؤ، د خپل کور او د خپل خاندان نه لرې د ادم خېلو پۀ غرونو کښې د جناکوړ سره نزدې د موسی درې او پستنوي تر مېنځه د ډمبرې نومې غر پۀ يوه ګاره يا غار کښې ئې ساه ورکړې وه چې د خاندان هېڅ یو کس ورسره موجود نۀ ؤ. دلته زۀ د يوې خبرې وضاحت کوم چې د خوشحال بابا د وفات ځاے يا د ډمبرې غر زیات پوهانو ملګریو تیراه لیکلے دے، تاسو کۀ د خوشحال بابا ویکیپېډیا پۀ ګوګل کښې چېک کړئ نو هم به درته د وفات ځاے تیراه ښائي چې غلط دے.

    د دستار نامې موضوع ته واپس راګرځم:

    اوس چې مونږ وګورو نو خوشحال خان بابا د ۱۰۷۴ هـ ق نه تر ۱۰۷۹ هـ ق پورې د خپل هیواد نه لرې د هندوستان پۀ خاوره د مغل بادشاه اورنګزېب پۀ قېد و بند کښې ؤ ـ زما د دې لیک اصل موضوع هم د دستارنامې اول هنر ؛ د ځان پېژندنه د اسلام پۀ رڼا کښې؛ ده ـ ما پۀ سر کښې وئيلي وو چې دستارنامه هم د قېد و بند پۀ زمانه کښې پۀ ۱۰۷۶هـ ق کال کښې لیکلے شوے کتاب دے.

    چې دستار تړي هزار دي

    د دستار سړي پۀ شمار دي

    خوشحال بابا د دستارنامې پۀ اول مخ لیکي چې دا شعر پۀ ” فراق نامه ” کښې وارد شوے دے، پۀ طریق د واردات دوه بحره، دوه قافیه لري ، ذوالقافيتېن واقع شوے دے، تفسیر و تفصیل ډېر لري پۀ خاطر فاطر ورسېدل چې يوه معجزه مختصره رساله؛ پښتو کړم انشاء چې عبارت ئې روان وي، قریب الفهم وي، دستارنامه ئې نام کړم ـ ۸

    د دستار نامې د انداز او اسلوب نه داسې برېښي چې خوشحال بابا د دستار نامې ټول اقتباسات د ملوكانو دپاره ليكلي دي. د خوشحال بابا دا تمنا او ارزو وه چې د دغه دور بادشاهان او ملوكانو او اميران دې دستارنامه خامخا ولولي او پۀ دې كښې چې كوم هنرونه او خصلتونه دي هغه دې خپل كړي نو د سياست او د رياست امور په احسن طريقې سره تر سره كړي. د دې هنرونو او خصلتونو د خپلولو سره بايد چې دا ملوكان اميران او بادشاهان د دستار سړي شي ـ د دستارنامې د ليكدود او د اسلوب او انداز نه دا خبره هم په ډاګه كېږي چې خوشحال بابا د يو داسې رياست نقشه پۀ خپل ذهن كښې لرله چې د هغې د بادشاه او امير د پاره ئې د يو ائين او دستور پۀ توګه دستارنامه تحرير كړه ، دستار نامه دخپل ګران قدر قيمت له كبله يواځې پۀ پښتو ادب كښې يو ځانګړے مقام نۀ لري بلكې د ختيز سيمه پۀ كلاسيكي اۤثرونو كښې هم خپل ثاني او جوړه نۀ لري. كۀ د دستار نامې د نثر پۀ اسلوب، پۀ انداز بيان او كۀ دغه شان د دې پۀ معنوي اړخونو غور وكړے شي نو دا پۀ پښتو ادب كښې يو داسې مقام او خصوصيت لري چې پۀ راتلونكي دورونو كښې ئې د ساري جوړېدو هېڅ امكان نشته بلكې مونږ پۀ لنډو ټكو كښې داسې وئيلے شو چې دستار نامه د ټولنيز ژوند او ژواک دپاره د يو اۤئين او دستور حېثيت لري او دې سره سره كوم خلق چې امارت او بادشاهت پۀ مسندونو ناست وي د هغو ټولو دپاره پۀ كښې ډېر غوره او رهنما اصول قلم بند كړے شوي دي. هر كله چې مونږ د خوشحال بابا دې زيار ته ځير شو نو د بابا دا دعوى چې: كۀ د نثر كۀ د نظم كۀ د خط دے پۀ پښتو ژبه مې حق دے بې مثاله پۀ خپل ځاے بالكل درسته ده او بابا پۀ دې كښې د هېڅ قسمه مبالغې نه كار نۀ دے اخستے.

    د دستار نامې اول هنر د ځان پېژندګلي ده، د ځان د پېژندګلۍ مطلب دا نۀ دے چې ګني خوشحال بابا د خپل ځان پېژندګلي کړې ده ـ دلته خوشحال بابا د انسان پېژندګلي کړې او د دستار نامې د وړومبي هنر اغاز ئې هم د عربۍ د يو قول نه کړے.

    مَن عَرَفَ نَفّسَهُ فَقَد عَرَفَ رَبّهُ.

    یعنی د هر چا چې د ځان شناخت وشو بس پۀ تحقیق چې هغوي خپل پروردګار وپېژندۀ.۹

    د خوشحال خان خټک پۀ نظر د اولاد تربيت د هغه وخت نه پېل کېږي چې اولاد د مور پۀ نس کښې پېدا کېږى. دا داسىې تربيه ده چې د ماشوم مور ته ځنې دستورونه او هدايتونه ورکوي چې د هغى پۀ عمل کولو سره اولاد روغ او جوړ وزېږي. پۀ هغه زمانه کښې چې طبي علومو دومره پرمختګ نۀ ؤ کړے. د خوشحال خان دا هدايتونه ډېر مهم او د قدر وړ ځکه دي چې د اوسنۍ زمانې د ډاکترانو او د طب او طبابت د پوهاندو لخوا هم تائيد شوي دي. خوشحال خان خټک د مور پۀ نس کښې د اولاد د روزنې پۀ اړه کښې داسې وايي :

    اولاد يا زوے وي يا لور، خو چې عورتينه پۀ فرزند ډکه شي، نور ئې تربيت لازم شي، حامله عورتينه دې دروند بار نۀ اخلي، تر لوړه دې نه تر پلي ، بادګين طعام دې نۀ خوري. مار ، مزَرے ، مهيب څيز دې پۀ سترګو نۀ ګوري، چې زړۀ ئې ورته وشي هغه څيز دې زر وخوري. غم عصه ، جنګ ژړا دې نۀ کا، چې پۀ دا څيزونو کښې مسطور شول کۀ بر عکس ئې وکا د فرزند زيان کولو ډار دے. ۱۰

    خوشحال بابا د دغه وړومبي هنر څۀ عبارت د قران پاک د هغه ایاتونو تفسیر راخستے کوم چې د انسان د خلقت موضوع څرګندونه کوي.

    الله پاک پۀ سُوۡرَةُ المؤمنون ایات نمبر ،۱۴، ۱۲،۱۳ کښې فرمائي –

    وَلَقَدْ خَلَقْنَا الْإِنسٰنَ مِن سلٰلَةٍ مِّن طِينٍ ـ ¹²

    بېشکه، موږ انسان له خالصي نرۍ خټي څخه جوړ کړ؛

    ثُمَّ جَعَلْنٰهُ نُطْفَةً فِى قَرَارٍ مَّكِينٍ ـ ¹³

    بيا مو هغه پۀ يو محفوظ ځاے (رحم) کښي پۀ څڅېدلي څاڅكي (نطفې) تبديل کړ؛

    ثُمَّ خَلَقْنَا النُّطْفَةَ عَلَقَةً فَخَلَقْنَا الْعَلَقَةَ مُضْغَةً فَخَلَقْنَا الْمُضْغَةَ عِظٰمًا فَكَسَوْنَا الْعِظٰمَ لَحْمًا ثُمَّ أَنشَأْنٰهُ خَلْقًا ءَاخَرَ ۚ فَتَبَارَكَ اللَّهُ أَحْسَنُ الْخٰلِقِينَ – ¹⁴

    بيا مو هغه څاڅكي (نطفه) ته د برغنډ (تړلې ویني) بڼه ورکړه. بيا مو برغنډ د غوښي بوټۍ وګرځوله، بيا مو بوټۍ هډوكي جوړ کړل، بيا مو هډوکو ته غوښه ور واغوستله؛ بيا مو هغه يو بل مخلوق جوړ کړ. نو الله ډېر زيات بركتناك او تر ټولو پېدا كوونكو ښۀ پېدا كوونكے دے ـ ۱۱

    او بېا د سُوۡرَةُ التين ایات لمبر ۴ کښې فرمائي.

    لَقَدْ خَلَقْنَا الْإِنسٰنَ فِىٓ أَحْسَنِ تَقْوِيمٍ ـ

    په حقیقت کښې مونږ انسان پۀ ډېره ښۀ بڼه پېدا کړو – ۱۲

    او خوشحال بابا د دستارنامې پۀ وړومبي هنر کښې د ماشوم د زېږنې پۀ اړه داسې لیکې:

    لکه چې وائي پۀ رحم کښې هغه نطفه ځاے کا ـ پس له څلوېښتو ورځو وینه چم شي غوښې او رګ وپے استخوان پکښې جوړ کا ـ سر پښې لاس تمام وجود، سترګې، پوزه، خُلۀ، غوږ، مخ، وروځې ، باڼۀ دُرست ئې مرتب کا ـ لویوي ئې لویوي ئې تر څلورو مېاشتو پورې ، بيا روح پۀ کښې ننه باسي، غذا ئې هغه د حېض مردارې وینې کا، چې تنومند شي، تر شپږمې مېاشتې پورې ئې قابل د زوولو کا، پۀ نهمه میاشت وزېږي هم پۀ هغه لار چه هغه قطره څاڅکے ننه وتلي وي یو هسې څیز ورځنی راوباسی چې پۀ حسن د مهتاب سره برابري کا، خو چه راوځي طلب د خوراک وکا ـ مور ورته تے و نیسي، تے پۀ هسې شان پۀ خوله ونیسي پر حواله شي، چې وائي کنه، همېشه ئې تے رودلے ؤ. ۱۳

    کله چې ماشوم پېدا شي ، د وړومبۍ ورځې نه واخله تر څلور کالو پورې ماشوم ته ډېره پام لرنه پکار ده چې بايد پۀ ډېره اهمه توګه تر پام لرنې او روزنې لاندى ونيول شي. پکار ده چې پۀ وړومبي سر کښې ماشوم ته شرعي احکام ور وښودلې شي، او بيا وروستو ماشوم ته د خوراک د ورکولو پروګرام او د ساتنې وسائل جوړ شي، ماشوم بايد نۀ ډير ګرم ځاے کښې وساتل شي او نۀ پۀ ډېر يخ ځاے کښې، د کوټې هوا بايد معتدله وي او د ماشوم جامې هم نۀ ډېرې ګرمې وي او نۀ ډېرې نرۍ وي، دا ټول هدايتونه پۀ دستار نامه کښې پۀ واضح ډول بيان شوي دي، پۀ دستار نامه کښې د اولاد د روزنې پۀ برخه کښې د اولاد د زېږېدو نه وروستو د هغۀ پۀ باره کښې وائي چې:

    ناف دې پۀ هوښياره عورتينه پرې کا، اول حال دې يوه عورتينه يا څوک محرم د هلک په غوږ کښې بانګ نماز ووايي، کۀ بانګ نماز نۀ وايي يو بل نوم د حق تعالى دې د دۀ پۀ غوږ کښې ورواوروي. ۱۴ –

    د دستارنامې پۀ وړومبي هنر کښې خوشحال بابا د ځناورو پۀ اړه هم خپل قلم پورته کړے او د چرند پرند هر قسمه ځناورو باره کښې ئې مونږ ته دا ښودلي چې دغه مخلوق هم خپل اولاد سره مینه لري، پردۍ غوښې راوړي او خپل بچي پرې لویوي، خو بيا دا هم لیکي چې دغه ځناور کله لوے شي نو تتر بتر شي او د يو بل نه جدا شي.

    لکه چې وائي نور ځناور وګوره لکه لېوګان، بازان، مزري، وغېره چې خپل فرزندانو سره مینه لري، د نورو غوښې راوړي او خپلو فرزندانو له ئې ورکوي، ساتي ئې،خو چې لوے شي نو تار پۀ تار و بله درومي. مرغونه، مارونه، ماهي وغېره تر مور، تر ملخ پۀ خپل نتاج دا حال لري. ۱۵

    الله پاک چې انسان له څومره بدني نعمتونه عطا کړي دي هغه کۀ سترګې دي، پوزه ده، لاس او پښې دي، يا هغه نعمتونه لکه مال دولت، ښۀ اغوستل، او ښې ښځې، ځامن او لوڼه وغېره وغېره.

    الله تعالی د قران کریم پۀ سُوۡرَةُ النّحل ایات نمبر ۷۸ کښې فرمائ.

    وَاللَّهُ أَخْرَجَكُم مِّنۢ بُطُونِ أُمَّهٰتِكُمْ لَا تَعْلَمُونَ شَيْـًٔا وَجَعَلَ لَكُمُ السَّمْعَ وَالْأَبْصٰرَ وَالْأَفْـِٔدَةَ ۙ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ.

    الله تاسو، ستاسو د مېندو له ګېډو څخه پۀ داسي حالت کښي را وويستلئ چي تاسو پۀ هيڅ نۀ پوهېدلئ، هغۀ تاسو ته غوږونه درکړل، سترګې ئې درکړې، او باخبره زړونه ئې درکړل، د دې لپاره چي تاسو شكر ايستونكي شئ. ۱۶

    او بیا پۀ سُوۡرَةُ العَلق دویم ایات کښې فرمائي.

    خَلَقَ الْإِنسٰنَ مِنْ عَلَقٍ ـ

    انسان د كلكې شوې وينې له يوې ټوټې څخه جوړ شوے.۱۷

    اوس د وینې د دغه ټوټې یا لوتړې د جوړېدو اسباب څۀ دي؟ هم د دغه سوال، ځواب خوشحال بابا ډېر پۀ صفا ټکېو کښې بیان کړے او هغه اسباب ئې مونږ ته ښودلي د کومو اسبابو خبره چې لوے لوے علماء هم صرف پۀ اشارو کنايو سره کوي، د انسانانو د نر او ښځې تر ميانه د مینې محبت قیصه بيانوي او وايي چې څنګه يو نر او ښځه بې حجابه بې پردې شي يو د لاندې ورته پرېوځي او بل پرې د پاسه غېږه نیولې شي، بيا يوه قطره مني بې نمازه بدرنګې اوبۀ، يو څاڅکے د مرد انت نه جدا شي او د ښځې رحم ته ور پرېوځي.

  • حقيقتونه خاندي – اسرار د طورو

    حقيقتونه خاندي – اسرار د طورو

    زۀ پۀ طورو ډهېرۍ ولاړ يمه اسمان ته ګورم

    پۀ قد وړوکي لوړ قامت د باچاخان ته ګورم

    پۀ ايکي سر زلمي راپاڅي چنګېزان لړزوي

    غلامي نۀ مني د سېلمې انګرېزان لړزوي

    ځان سره خلق د هر کلي د هر قام شريکئ

    د عالمانو نه رڼا اخلي تيارې غوڅوي

    پۀ مال و سر نۀ دے روان دے تورې شپې غوڅوي

    غېر اسلامي رسمونه نۀ مني پۀ ځان او پۀ قام

    دغه رسمونو پښتانۀ پۀ هر ډګر کړه ناکام

    د جهالت خلاف ازادې پوهنزي جوړوي

    پښتون بچي لۀ پۀ علمي جهان کښې ځاے جوړوي

    انګرېز وېرېږي ازمرے پۀ زنځيرونو تړي

    پۀ قېدخانوکښې دا مجرم پۀ تقريرونو تړي

    تۀ مدرسه جوړوې تۀ چې انجمن جوړوې

    تۀ پښتنو لۀ د شېر شاه پۀ شان ځامن جوړوې

    ستا جائيداد ضبط ستا بچي بې تعليمه اوسي

    ستا غني خان او ولي خان به بې نعيمه اوسي

    د قېد و بند سره شمر ورله پښتۍ ماتوي

    د خدمتګارو پۀ سرونو مرمۍ ماتوي

    پښتانۀ وژني چې هر ډول قتل عام کوي

    هم پۀ ګولۍ هم ئې د زهرو پۀ ډک جام ئې کوي

    موخه ئې دا ده چې پښتون د دوي غلام پاتې شي

    هم ترې قران هم ترې اسلام او ننګ و نام پاتې شي

    خو باچا خان د تشدد سره پۀ صبر کړو جنګ

    دۀ هر ګذار ته غاړه ايښې وه پۀ ناز او پۀ ننګ

    چې د کافر سره پۀ جنګ وي د خپل قام د پاره

    د پاک الله او د قران او د اسلام د پاره

    نو هر فرعون ته به ولاړ وي د موسيٰ (ع) پۀ شانې

    هر قسمه ستونزه به زغمي د مجتبٰي (ص) پۀ شانې

    جنګيالے قام ئې بې وسلې د بې پېسې ننګيالے

    تياروي د صبر جنګ ته دا بچے ګلالے

    پېرنګے پوهه ؤ هم زور ؤ هم هنر ورسره

    د سرو مرغۍ [1] ئې قابو کړې مال و زر ورسره

    خانان لا څۀ کوې پيران او ملايان دهوکه شو

    عالمان نه دا بې سواده نجوميان دهوکه شو

    پۀ ايتونو قيمتونو له تاويل پېدا کړي

    د “ولا تشتروا” نه بل شانې تمثيل پېدا کړي

    باچاخان پوهه ؤ چې دا دغلامۍ عذاب دے

    پښتون رسمونو رواجونو کښې خراب تراب دے

    پېسې ته ټينګ نۀ دے، غريب دے ځان ايمان وبائيلي

    پښتونستان، افغانستان او هندوستان وبائيلي

    د حج سفر کښې [2] يو مصري ورته پېغور کړے ؤ

    د پېرنګي د پاره تا پۀ کعبه اور کړے ؤ

    بابا دې غم لېونے کړے ؤ اوتر ګرځېده

    پۀ هر ګودر پۀ هره سمه پۀ هر غر ګرځېده

    د شېخ الهند[3] نه ئې بېعت پۀ شريعت کړے ؤ

    د عالمانو بزرګانو ئې نصرت کړے ؤ

    تاريخ ګواه دے پټ رازونه نن اشکار پراتۀ دي

    قام خرڅي مړۀ ژوندي دوزخ کښې پۀ انګار پراتۀ دي

    باچا خان تېره کړه الله وبلۀ خپل دلبار ته

    دۀ يو څو ټکي پرېښې دي د ځوانانو کار ته

    تربګنۍ مۀ کوئ پۀ کور کښې مينه مينه کوئ

    درغلي مۀ کوئ د کار خبره سپينه کوئ

    د پاک الله رضا خدائي خدمتګارۍ کښې وينم

    خدمت عظمت دے خدمتګار پۀ سردارۍ کښې وينم

    جنګونه مۀ کوئ د امن جرګې ستونزې حل کړئ

    چې پښتانۀ سپين ږېري کښېني ګونجې ګونجې حل کړي

    پۀ خپله خاوره خپل اختيار د اولسونو حق دے

    پۀ خپله ژبه کاروبار د اولسونو حق دے

    د يو نه دوه شي د ادم(ع) او حوا (ع) کور جوړېږي

    بيا قبيلې او بيا قامونه لور پۀ لور جوړېږي

    نورو قامونو سره امن د اسلام سبق دے

    ځان سره، قام سره ځامنو د اسلام سبق دے

    ټولې دنيا ته به پېغام د محبت ورکوو

    هر ادم ازاد ته به عزت او حريت ورکوو

    زۀ د توحيد د کلمې خواږۀ وحدت کښې وينم

    د انتشار علاج پۀ ختم نبوت کښې وينم

    قتل وغارت د رحمتونو پېغمبر(ص) نه غواړي

    اسلام خو مينه ده زما نبي (ص) خو شر نۀ غواړي

    ډله بازي پۀ دين کښې نشته يو الله دے زمونږ

    بل نبي نشته محمد (ص) رسول الله دے زمونږ

    د تعصب علاج پۀ عدم تشدد مبني دے

    ما ګاندهي جي سره پۀ هند کښې همکاري کوله

    دۀ هم زما غوندې لېوه سره کشتي کوله

    ما ته هندو وايه، زما بچيه دا ومنه

    پېغام د مينې د اخلاصه پۀ خندا ومنه

    کۀ نورالدين وي چې د نېغې نه کږې پسې ځي

    سرتور به ولې د اور کندې ته پۀ دې پسې ځي

    وېش تاواني ؤ تاواني دے تاواني ثابت شو

    دېوال راپرېوت څو ورځو کښې فاني ثابت شو

    ازادي مونږه پښتنو پۀ مال و سر کړه ممکن

    د پاکستان قيصه د صبر دې لښکر کړه ممکن

    وفاق پۀ مينه د قامونو اتفاق سازوي

    جبر سنګينه پليتي کرکه نفاق نازوي

    قام پۀ اقبال پۀ ککرو باندې سنګر ماتوي

    سر تور د مينې پۀ قوت باندې لښکر ماتوي

    نوم پۀ عزت کښې د يزيد کۀ دامام يادېږي؟

    ظالم يادېږي کۀ مظلوم پۀ ننګ و نام يادېږي

    د خر پۀ شا د سرو او سپينو انبار تا وليده

    د پسته قد او دروغژن اقتدار تا وليده

    اوس ورته وګوره د خپله لاسه اور کښې سوځي

    د دۀ عمل دے چې بچے بچے پۀ کور کښې سوځي

    دا رويه بدلول غواړي ورورولي پکار ده

    د مدني (ص) غوندې خدائي اسلام ولي پکار ده

    د عالمانو قدر وکړه چې ايمان وګټئ

    قران عمل د خپل وطن کۀ چې جهان وګټئ

    اخلاق زما د خوږ نبي (ص) ؤ د قران پۀ مثال

    رڼا روښانه د اسمان د چراغان پۀ مثال

    دا اخوة دے پښتنو چې مونږه يو موټے شو

    دې کښې عزت دے ننګيالو چې مونږه يو موټے شو

    کينه، حسد او غلا غلتۍ منافقت مۀ کوئ

    حق پرستۍ کښې صداقت کښې به غفلت نۀ کوئ

    د يو الله پۀ معيت صابر مقام ومومي

    د غېرالله نه بې پروا شي خپل مرام ومومي

    ما د ايمان د بصيرت پۀ نظر دا وليدل

    اسراره ما حقيقتونه پۀ خندا وليدل

    1. هندوستان 
    2. ١٩٢٦ز 
    3. حضرت مولانا محمودالحسن ديوبندي 
  • يو ملنګ به اوسېدلو… تا ته ياد دي پېښوره! – ګل محمد بيتاب

    يو ملنګ به اوسېدلو… تا ته ياد دي پېښوره! – ګل محمد بيتاب

    نۀ پوهېږم چې خبره د کوم ځاے نه شروع کړم او څنګه ئې شروع کړم. چې کوم شخصيت مې مخې دے نو لکه د بوډۍ د ټال ئې ګڼ رنګونه دي. هر رنګ ئې ښکلے او زړۀ راښکون لري. يو داسې کردار دے چې پۀ خپل ژوند ئې ډېر خلق متاثره کړي دي بلکې د هغۀ مينه پس مرګي هم هغه شان د خلقو پۀ زړونو کښې موجوده ده. وجه ئې د هغۀ د خپل مرام او ټاکلي منزل سره د لېونتوب ترحده عشق، خلوص، ديانت داري، ملنګي خوئي او درويشانه ژوند ؤ. د سپېځلي فکر څښتن ؤ او قدرت ورله د خپل فکر د بيان د پاره داسې خوږۀ ژبه ورکړې وه چې سم ګلونه به ئې دوړول خو ورسره ئې پۀ قلم کښې داسې زور ؤ چې د ظلم، جبر او استعمار ماڼۍ به ئې جړقولې. د هغۀ وجود کۀ د ملک د غريب، مجبور او پښتون اولس د پاره رحمت ؤ نو د سرمائې دلالانو ته ترې خطره وه، هغه په زړه د ګل نه نرم خو په اراده او وجود فولادو نه سخت ؤ ځکه خو حېران شوے يم چې د کوم اړخ خبره ئې شروع کړم او را سره دا غم مل دے چې ايا زۀ به د دې دومره لوے شخصيت او رنګين کردار سره انصاف وکړے شم که نۀ. خو ځان لۀ پۀ دې خبره زړۀ ښۀ کوم چې خاکه ارومرو غېر رسمي انداز کښې ليکل غواړي او ورسره لکه د افسانې دا هم ضروري وي چې پۀ يو نشست کښې دې ولوستلے شي يعني اختصار به نظر کښې نيول غواړي او هم دې دوو شرطونو راله حوصله را کړه چې زۀ دې پۀ دغه لوے شخص قلم پورته کړم ګنې نو د هغۀ پۀ ډېرو اړخونو کتابونه ليکلے کېدے شي. مراد شينواري صېب ډېر پخوا پۀ رحمان بابا يو شاهکار نظم ليکلے ؤ چې شروع ئې داسې کړې وه.

    يو ملنګ به اوسېدلو

    تا ته ياد دي پېښوره

    دا نظم چې ما کله هم لوستلے او يا اورېدلے دے نو بس دے مې نېغ مخې ته ودرېدلے دے البته پۀ رحمان بابا او دۀ کښې د زمانې د فرق نه علاوه يو دا هم ؤ چې رحمان بابا ملنګ ؤ خو لېونے نۀ ؤ . دے ورسره لېونے هم ؤ او لېونے شوے هم د رحمان بابا د کتاب پۀ وجه ؤ. د دۀ د هلکوانې پۀ زمانه اولس کښې دا خبره مشهوره وه چې څوک وړومبے د رحمان بابا ديوان ووائي نو نو هغه لېونے کېږي ځکه نو پلار محترم ئې کوشش کولو چې وړومبے دۀ له د خپل نيکۀ خوشحال خان خټک ديوان لوستو د پاره پېدا کړي ولې د هغۀ ديوان نۀ پېدا کېدلو. پلار ئې پۀ دې ډېر خفه ؤ . هر چاته به ئې د دې اظهار کولو. يوه ورځ يو تعليم يافته زلمي بسم الله شاه ووئيل ماما غم مۀ کوه زۀ به ورله د خوشحال بابا ديوان پېدا کړم خو ترڅو چې هغه ديوان نۀ وي پېدا شوے نو ما سره د رحمان بابا ديوان شته هغه دې ولولي ولې پلار ئې هغه ته پۀ ډاګه ووې د رحمان بابا ديوان نۀ ورکوم. ځکه څوک چې دغه ديوان پۀ کچه عمر او کم علمۍ کښې ولولي نو هغه لېونے کېږي. خو دا ديوان پۀ څۀ طريقه دۀ پېدا کړو. او وې لوستو. هغه چا رښتيا وئيلي دي چې د تقدير پۀ وړاندې تدبېر کار نۀ کوي. خپله ئې وئيل کۀ څۀ هم زما پلار ډېر کوشش وکړو چې زۀ دې د لېونتوب نه پۀ امان شم خو زۀ لېونے هم شوم، ملنګ هم شوم او ورسره کند کچکول پۀ غاړه مسافر هم شوم.

    دا ملنګ، لېونے او مسافر اجمل خټک دے چې د يو لوے شاعر، اديب او نامتو سياستدان پۀ توګه شهرت لري. د دۀ پحقله ما ډېر څۀ اورېدلي ، ليدلي او لوستلي دي. کوشش به کوم چې پۀ مختصره توګه ې خاص خاص واقعات او خبرې وړاندې کړم خو بیا هم کیدے شي چې لږ ډیر طوالت اولري ۔

    د اجمل خټک ژوند د لوړو ژورو، غمونو خوشحالو او کندو کپرو نه ډک ؤ ولې سره د دې ئې پۀ شخصيت کښې يو داسې اثر پروت ؤ چې څوک يوځل ورنزدې شوے نو بس بيا د هغۀ شوے دے. د هغۀ شخصيت داسې ؤ چې پۀ هره حواله او هره زاويه یو مثالي شخصیت ؤ. يو خدائي ملنګ او درويش انسان ؤ. داسې درويش چې د سبا غم خو پرېږده کله ئې د نن فکر هم نۀ ؤ کړے. يو ځل ئې وئيل پۀ صحابه کرامو (رض) کښې مې حضرت ابوذر غفاري (رض) خوښ ؤ چې ده عمر د توکل پۀ اعلٰي مقام تېر کړے ؤ. دۀ به د مال جمع کول ګناه ګڼله. بيا ئې ووې پۀ دې حقله درته يوه عجيبه خبره کوم. زمونږ يو پېژندګلو پۀ روژه کښې د ماښام نه لږ وړاندې راغلو وې نن به ما سره روژه ماتوې . زۀ ورغلم ما نه وړاندې يو مولانا صېب هم ناست ؤ چې ورسره دوه درې نوکران وو. ښۀ لوے ګاډے ئې ؤ زۀ چې ورغلم نو د خپلو پلاټونو، بنګلواو دولت وغېره خبرې ئې کولې. دې کښې ئې نا څاپه د حضرت ابو ذر غفاري(رض) خبرې شروع کړې چې هغه داسې درويش انسان ؤ چې د سبا غم به ئې نۀ کولو. ما تر ډېره د مولانا خبرې اورېدلې خو اخر مې صبر تمام شو او اومې وئيل مولانا صېب د ابوذر غفاري (رض) خبرې خوند کوي خو عمل پرې ګران دے ځکه هغه د سبا غم نۀ کولو او مونږ سره خو دومره څۀ دي چې تر کړوسو مو پوره دي خو بيا هم نۀ مړېږو. دې سره مولانا صېب داسې غلے شو چې دې نه پس تر دوه درې ګينټې ناست ؤ خو مجال دے کۀ ټکے به ئې د خلې نه راختلے وي. کۀ څۀ هم ما به بيا بيا د حضرت ابوذر غفاري(رض) د حالاتو وئيلو سره هغه مخاطب کولو چې مولانا صېب ستاسو دې باره کښې څۀ خيال دے خو هغه چې يوځل غلے شوے ؤ نو بس غلے ؤ. تش او نا کښې ئې جواب را کولو. البته پۀ اخره ما ووې زۀ ګاډے نۀ لرم، دولت نۀ لرم، کاروبار مې سم نشته پۀ مشکله مو ګزاره روانه ده خو چې د حضرت ابوذر غفاري (رض) نوم اخلم نو شرم محسوس کوم او دې سره ما وليدل چې د مولانا رنګ زيړ وتښتېدو.

    اجمل خټک چې پۀ خپل کور کښې څومره نيازبېن ؤ نو ژوند کښې د دومره سختو او مشکلاتو سره مخ شوے ؤ. هغه د اوو خوېندو ايکي يو ورور ؤ . درې خوېندې ئې پۀ ماشوم والي وفات شوې وې او څلور ژوندۍ وې،. دے ژوندو خوېندو کښې پۀ څلورم نمبر ؤ. دۀ نه کشره يوه خور وه. د پلار ئې حکمت خان نوم ؤ پۀ لسم پشت کښې ئې شجره د پښتو لوے شاعر او سردار خوشحال خان خټک ته رسي.

    د پښتنو په تاريخي کلي اکوړه خټک کښې کال ١٩٢٥ز کښې پېدا شوے ؤ. ابتدائي تعليم ئې د خپل کلي پۀ جومات کښې حاصل کړے ؤ. پۀ استاذانو کښې ئې مولانا عبدالقيوم ، مولانا عبدالحق او قاضي محمد امين شامل وو. بيا د کلي سکول کښې پۀ کال ١٩٣٥ز کښې داخل شوے ؤ. کور کښې به ئې چې زنانو د پښتو کتابونه لکه نورنامه، جنګ نامه او نور د اولسي قيصو کتابونه پۀ ترنم کښې وئيل نو دا به ئې ډېر پۀ شوق او ذوق سره اورېدل او هم دې سره پۀ دۀ کښې يو شاعر غزونې وکړې. تر اتم جماعته ئې کلي کښې سبق وئيلے ؤ. دې دوران کښې به ئې د پښتو خصوصاً د قيصو کتابونه لوستل بلکې دغه کتابونه به ئې حجره کښې مشرانو ته هم اورول چې پۀ کښې دوه کتابونه پۀ خاص توګه د يادولو جوګه دي چې يوه د اسلم خټک مشهوره وړومبۍ رېډيائي ډرامه “د وينوجام” وه او بل د ډپټي نذيراحمد ناول “توبة النصوح” ؤ چې دا پښتو ژبې ته ترجمه شوے ؤ .

    د سکول پۀ زمانه به ئې هره هفته کېدونکي ادبي محفل کښې وړومبے د نورو او بيا وروستو خپله شاعري وئيله. کله چې اتم جماعت کښې ؤ نو يوه ډرامه ئې ليکلې وه چې “بدمعاش هلک” نوم ئې ؤ. دا ډرامه سکول کښې سټېج شوې وه او خپله پۀ کښې دۀ يو کردار هم ترسره کړے ؤ. دا خبره ترې ما څوڅو ځله اورېدلې وه چې پۀ کال ١٩٣٨ز کښې د خوشحال بابا پۀ مزار مشاعره کېدله دغلته شاعرانو په طرحه شعرونه لیکل نو ما هم دغلته پرې څو شعرونه ولیکل چې مطلع ې داسې وه ۔

    دلته په ایرو کښې خلقه لعل د بدخشان وینم

    ځکه پرې راجمع د سرحد ټول شاعران وینم

    دې نه پس ته د حمزه شینواري صېب بزم ادب او نو ښار ادبي جرګې په شریکه د رحمان بابا پۀ مزار مشاعره جوړه کړې وه نو اجمل خټک دومره وړوکے ؤ چې د سټېج نه شاته نۀ ښکارېدو نو کرسۍ ئې ورته کېښوده پۀ هغې اودرېدو او نظم ې واورولو. دا به ئې هم وئيل قدرت ته به دا منظوره وه چې زۀ دې انقلابي شم ځکه چې زۀ ډېر ماشوم وم زمونږ حجرې ته قاضي شريف الله راغلے ؤ. دۀ سره لاس کښې اخبار ؤ نو ما ته ئې ووې پۀ دې پرچه ئې څۀ ليکلي دي . ما ورته ووې “انقلاب” ځکه دا انقلاب اخبار ؤ. پلار مې پۀ دې ډېر خوشحاله ؤ خو دغه پۀ ماشوم والي کښې زما پۀ حافظه کښې ناست انقلاب داسې پوخ ناست وو چې تر اخره راپسې ؤ او اخر دا چې زۀ ئې ښه سم انقلابي کړم.

    اجمل خټک د وجود پۀ لحاظ ډېر ښائسته سړے ؤ. خواوشا شپږ فټه قد ئې ؤ. غټ سر، مناسبه او اثري څهره چې معصوميت پۀ کښې صفا ښکارېدلو، غټې سترګې د لرې نظر دپاره به ئې چشمې پۀ سترګو کولې. برابره پوزه او غوږونه ئې وو. غټ مضبوط لاسونه او اوږدې پښې ئې وې. تل به ئې د پښتنو روايتي لباس اغوستے ؤ. څادر به پۀ يو خاص انداز کښې د ځانه تاو کړے يا اوړي کښې پۀ اوږو غوړولے ؤ. وړومبے به ئې د پښتنو روايتي قوله لنګۍ پۀ سر کوله. څۀ زمانه به ئې قراقلي هم پۀ سرکوله. پکول او سپینه ټوپۍ به ئې هم کله کله پۀ سر ؤ او کله به سرتور هم ګرځېدلو خو پۀ هر انداز کښې ښۀ ښکارېدلو.

    اجمل خټک ته خپله هم ددې خبرې احساس ؤ او کله به چې پۀ خپل ترنګ کښې راغلو نو بې اختياره به ترې د دې اظهار هم وشو لکه يوځل د غني خان پۀ ياد کښې پروګرام ؤ او اجمل خټک ورته تقرير کولو. دغه وخت دے د عوامي نېشنل پارټۍ مرکزي صدر او سينيټر ؤ نو وې وئيل “زۀ پۀ سرنګ کښې نښتے ديو يم” بيا ئې ووې د پښتنو دا د ديوانو پۀ شان وجودونه او د شهزادګانو پۀ شان شکلونه او دې سره ې دواړه ځل ځان ته په دواړو لاسونو اشارې وکړې . پۀ دې خبره ئې ملګري نورالامين يوسفزي يوه افسانه ليکلې وه چې عنوان ئې هم دغه ؤ . “سرنګ کښې نښتے ديو” د دې افسانې پس منظر چونکې معلوم ؤ نو دې کښې پۀ اجمل خټک ښکاره تنقيد شوے ؤ. دا افسانه يوه رساله کښې چاپ شوې او اجمل خټک صېب کتلې وه خو هېڅ ګيله يا شکوه ئې نۀ وه کړې البته دا ئې پۀ خندا کښې وئيلي وو چې ما هغه افسانه لوستلې ده. د نورالامين يوسفزي صېب دغه افسانه د هغۀ څلورو پينځو افسانوي مجموعوکښې تراوسه نۀ ده چاپ شوې او ما ته ياده نۀ ده ګنې نو د دغه واقعاتي افسانې نه به مې څۀ د نمونې پۀ توګه وړاندې کړي وو.

    اجمل خټک د تقرير او تحرير دواړو مړنے ؤ او چې څو خبرې به ئې وکړې نو د خلقو ذهنونه به ئې بدلولے شول. دا فېصله نۀ شم کولے چې نظم ئې ښۀ ؤ او کۀ نثر خو دواړو کښې ئې ډېر زور ؤ. او چې کوم ليکونه ئې کړي دي نو پۀ هره حواله ئې خلق متاثره کړي دي. د پښتو نه علاوه پۀ انګرېزۍ، فارسۍ، عربۍ او اردو کښې ماهر ؤ. انګرېزۍ، فارسۍ يا عربۍ کښې ئې کوم ليکونه نشته خو اردو کښې ئې دوه ډېرې اوږدې تحقيقي مقالې شته چې دغه دواړه اوس د يوکتاب پۀ شکل کښې جدا چاپ شويدي. اردو کښې ئې شاعري هم کړې ده او يو کتاب ئې “جلاوطن کى شاعرى” پۀ نامه چاپ دے. ډېرو اردو اخبارونو کښې د اداريو نه علاوه ئې اردو کښې يو ناول هم د “رازدر راز” پۀ نامه ليکلے دے چې لا تراوسه چاپ نۀ دے. د نظم او نثر نه ئې معلومېږي چې ښۀ او معياري اردو ئې ليکلې شوه .

    د مډل يعنې اتم جماعت د بورډ پۀ امتحان کښې اجمل خټک د خپل قابليت پۀ وجه ټوله صوبه ټاپ کړې وه چې دې نه پس ته ګورنمنټ هائي سکول نمبر١ پېښور کښې داخل کړے شوے ؤ. او د تعليم محکمې لخوا ورته څلور روپۍ مياشت وظيفه مقرر کړې شوې وه چې دا د هغه وخت پۀ حساب د طالب علم د پاره کافي رقم ؤ. اجمل خټک د هلکوانې د مينې پامته دار او يار باش ؤ ځکه خو پېښورښار کښې ئې د خپلې زمانې د نوموړي ايکټر پرتهوي راج د ښکلي زوي راج کپور سره دوستي وه څوک چې دغه سکول کښې د شپږم جماعت طالب علم ؤ. راج کپور د اجمل خټک د هيرو پن نه متاثره ؤ ځکه چې هغه د تعليم پۀ مېدان کښې د ښۀ ريکارډ لرلو سره سره د فټبال يو غوره لوبغاړے ؤ چې هر ميچ کښې به ئې کارکردګي مثالي وه. وروستو بيا اجمل خټک کلي کښې د والي بال ټيم جوړ کړے ؤ او خپله ئې هم ښۀ لوبغاړے ؤ تر ډېرې زمانې د اکوړه خټک د والي بال ټيم ټوله صوبه کښې شهرت لرلو او اکثر به ئې وړومبے يا دويم پوزيشن تر نزدې کلونو پورې راتلو. بهرحال سکول کښې به چې هلکانو راج کپور تنګولو نو اجمل خټک به ئې پۀ سر جنګونه کول او اعلان ئې کړے ؤ چې کۀ چا هم زما دوست راج کپور ته پۀ کږو سترګو وکتل نو خوښ به ئې شم. د اجمل خټک سرتيزي او بدني قوت ټولو ته معلوم ؤ . پۀ دې وجه به ئې د راج کپور پلار پرتهوي راج لکه د خپلو بچو خيال ساتلو.

    اجمل خټک د هلکوانې نه د خدائي خدمتګارتحريک او باچاخان نه متاثره ؤ ځکه خو کله چې کال ١٩٤٣ز کښې کالجونو او سکولونو کښې “هندوستان چهوړو” تحريک شروع شو نو دے پۀ کښې شامل شو او هم د دې پۀ وجه ئې تعليمي سلسله مخ پۀ وړاندې لاړه نۀ شوه.

    سرکاري سکول کښې پۀ شل روپۍ مياشت استاد بهرتي شو او د پېښور، نورښار او چارسدې پۀ سکولونو کښې ئې داستاد پۀ حېث وخت تېر کړے دے. د استاذۍ ورته دا فائده وشوه چې د پنجاب يونيورسټۍ نه ئې د پښتو انرز، منشي فاضل او اديب فاضل امتحانونه پاس کړل. وروستو ئې بي اے او فارسۍ کښې د پېښور يونيورسټۍ نه اېم اے وکړه.

    د ترقي پسند تحريک نه هم دا لوے شخصيت پۀ هغه وخت کښې متاثره شوے ؤ کله چې د خپل يو ملګري غلام محمد سره پېښور ته تلے ؤ او دغلته يوه بالاخانه کښې چا اجمل خټک ته دوه کتابونه “انسان اور مشين” او “سرمايه” تحفه کښې ورکړي وو. د دې کتابونو مطالعې سره هغه داسې متاثره شو چې بيا ئې نور داسې ډېر کتابونه ولوستل خو زيات اثر پرې هله وشو کله چې اجمل خټک د ترور زوي محمد عمر خوا ته فتح پورته لاړو چرته هغه يوه مدرسه کښې سبق وئيلو. دغلته ئې د انجمن ترقي پسند مصنفين د غړو سجاد ظهير، سعادت حسن منټو، پريم چند، عصمت چغتائي او سرجيت سنګهـ سره تفصيلي ملاقاتونه او بحثونه وشول؟ دې سره دے پۀ کميونسټ پارټۍ کښې شامل شو او د مرکزي کميټۍ ممبر ئې هم پاتې شوے دے. د نوموړي ليکوال او صحافي روښان يوسفزي سره ئې خپله يوه مرکه کښې د دې اقرار کړے دے او وئيلي ئې دي چې د جلاوطنۍ پۀ دوران کښې د بنګله دېش او هندوستان کميونسټ پارټي دۀ سره کافي مدد کړے ؤ.

    ١٩٤٧ز کښې د مياشتنۍ “عدل” رسالې مدير مقرر شو او د صحافتي ژوند اغاز ئې وشو. پۀ ١٤ اګست د رېډيو پاکستان پېښور نه د ازادۍ پۀ حواله د هغۀ وړومبۍ ترانه نشر شوې وه چې سبزعلي خان وئيلې وه. کال ١٩٤٨ز کښې د پېښور رېډيو سټيشن کښې سکرپټ رائټر اخستے شوے ؤ. ١٩٥٠ز کښې ئې مشهورې ادبي اردو رسالې “سنګ ميل” سرحد نمبر د پاره يوه طويله مقاله “پشتوادب کى تاريخ” ليکلې وه. وروستو ئې اردو کښې يوه بله تفصيلي مقاله هم ليکلې وه “پشتوادب کے پچيس سال” دغه دواړه مقالې ډاکټر عبدالله عابد د خپلو حاشيو سره پۀ کتابي شکل کښې چاپ کړي دي.

    رېډيو کښې د کارکولو په وخت ورته احمد نديم قاسمي، ن ، م ، راشد، ناصر انصاري، خاطرغزنوي او نورو ډېرو نامتو اديبانو سره د ناستې او بحثونو موقعې پۀ ګوتو ورغلې وه.

    د پښتو د ټولونه د اهمې ټولنې “اولسي ادبي جرګې” پېښور کښې ئې هم کردار ډېر واضحه ؤ. پۀ کال ١٩٥٢ز کښې ئې وادۀ وکړو او د ترۀ لور ورته پۀ نکاح شوه چې د هغې نه ئې درې زامن جمال خټک، اېمل خټک او ميروېس خټک او دوه لوڼه شوې دي. د رېډيو نوکري ئې محض څو کلونه وه خو دې دوران کښې ئې ډېرې اهمې ملي او اولسي سندرې، څلور ډرامې “انتقام”، “دردانه”، “ګټه ټاوان” او “بې روزګار” ليکلې وې. دې سره سره به ې “اے پۀ شيش محل کښې ناسته بل پۀ کاڼو مۀ وله” د حق اواز” او “حجره” مشهور پروګرامونه وو. خصوصاً حجره پروګرام پۀ اولسي کچ ډېر مقبول ؤ. دې نه علاوه د ضرورت مطابق فيچرونه او نور پروګرامونه ئې هم ليکلي وو.

    رېډيو کښې د ملازمت دوران کښې اجمل خټک ډېر شهرت حاصل کړے ؤ. هغه د نوې زمانې يو تعليم يافته ځوان ؤ چې پۀ شعر او نثر دواړو کښې ئې ډېر زور او جدت ؤ. پۀ دې وجه ورسره پۀ قدرتي توګه د ځنو خلقو حسد پېدا کېدل هم يوه فطري خبره وه. پۀ درېم اپرېل کال ١٩٥٣ز کښې د قيوم خان حکومت هغه د “پښتون ليګ” پۀ الزام کښې نيولے ؤ. دا وړومبۍ ګرفتاري وه چې خواو شا کال پس ٣٠ جنوري ١٩٥٤ز کښې خوشې کړے شو خو بيا ونيولے شو. بل کال ١٩٥٥ز کښې د جېل نه خلاص شو. دې ګرفتارو سره اجمل خټک پۀ ښکاره د سياست مېدان ته راووتو او د سرکاري نوکرۍ نه لاس پۀ سر شو.

    د رېډيو پاکستان پخوانے سټېشن ډائريکټر او د پښتو ډرامې نوموړے ليکوال او شاعر عمر ناصر صېب وائي چې د اجمل خټک د ګرفتارۍ پۀ شا د پټو سياسي محرکاتو نه علاوه د پښتو د نوموړي شاعر سمندرخان سمندر صېب لاس هم ؤ ولې چې د اجمل خټک ليک او انداز د هغۀ نه زيات د رېډيو ملازمانو او عام اولس خوښولو. کۀ څۀ هم اجمل خټک سمندر صېب ته د استاد درجه ورکوله او دواړو به د يو بل ډېر احترام کولو بلکه ریډیو ته د سمندر صېب په وجه ورغلے ؤ خو بیا هم دا خبره د سمندر غوندې مشر شاعر د پاره برداشت کول ګران وو ځکه هغۀ به د سرد پاسه سر نۀ منلو او پۀ دغه زمانه ئې ډېر اثر رسوخ لرلو. اجمل خټک صېب خپله کله هم دا ګيله نۀ ده کړې بلکې خپل کتاب “قيصه زما د ادبي ژوند” کښې ئې د سمندرخان صېب ډېرې ستائنې کړې دي او هغۀ ته ئې د عقيدت پيرزوئنې وړاندې کړې دي.

    پۀ کال ١٩٥٦ز کښې د ورځپاڼې “انجام” اردو مدير مقرر شو. مختلفو جېلونو کښې د پاتې کېدو پۀ دوران کښې پۀ اجمل خټک هرقسمه تشدد شوے ؤ چې د هغې له وجې پۀ ذهني او بدني توګه سخت ځپلے شوے ؤ. د پښتو نوموړي شاعر او افسانه نګار ميرمهدي شاه باچا چې د اجمل خټک نزدې ملګرے ؤ، سره وېره وه چې هسې نه دے مړ شي نو هغۀ ئې د مختلفو رسالو، اخبارونو وغېره نه چرته هم چې د دۀ کلام ترلاسه کېدلے شو را غونډ کړو او پۀ کال ١٩٥٨ز کښې “د غېرت چغه” پۀ نامه چاپ کړو. مهدي شاه باچا به وئيل زما خواهش ؤ چې دے يو ځل خپل کتاب ژوند کښې چاپ وويني. اجمل صېب به وئيل زما ډېره شاعري او نثرونه مې مور د پوليس د چاپو له وېرې تنور ته غورځولي او سېزلي وو. “د عېرت چغه” د پښتو نظم يو داسې کتاب دے چې د پښتو پۀ ادبي دنيا کښې ئې يو انقلاب راوستے دے. دې نه وروستو چې تر ننه څومره د نظم مقصدي شاعري کېږي نو د اجمل خټک رنګ پۀ کښې صفا ليدلے او محسوس کولے شي. د هغۀ انقلابي او مقصدي شاعرۍ پښتو نظم ته يو نوے طرز ورکړو. د هغۀ د نظمونو خپل يو خوږلت دے او د هغۀ قادرالکلامي پۀ کښې محسوس کېږي. دا کتاب پۀ خپل وخت کښې دومره موثره او مشهور شوے ؤ چې حکومت پرې پابندي لګولې وه خو بيا هم د دې اکثر نظمونه خلقو ته ياد وو. او اکثرو ليکوالو به د يو بل نه د دې نقلونه حاصلول. تر دې دمه د دې کتاب د مقابلې د نظمونو کتاب نۀ دے چاپ شوے. اجمل خټک به وئيل چې د افغانستان پخواني صدر ډاکټر نجيب به اکثر ما ته دا خبره کوله چې کاکا ما سياست ستا د کتاب “د غېرت چغه” نه زده کړے دے.

    هم پۀ دغه کال ١٩٥٨ز د اجمل خټک د نثر کتاب “دا زۀ پاګل وم” چاپ شوے ؤ. دې کښې اجمل خټک مختلفو تاڼو اوټارچر سېلونو کښې د هغۀ سره د شوو زور ظلمونو حال ليکلے دے. د قدرت دې کار ته وګورئ چې کوم ډي اېس پي د اقتدار د خاوندانو پۀ وېنا پۀ اجمل خټک دومره جسماني او ذهني تشدد کړے ؤ چې سم پاګل کړے ئې ؤ، هغه ډي ايس پي وروستو خپله پاګل شوے ؤ چې د پېښور ښار بازارونو کښې به ګرځېدلو.

    “د غېرت چغه” کتاب ته د پښتو ادبي ټولنه کابل لخوا د کتابونو مقابله کښې وړومبے انعام ورکړے شوے ؤ خو کله چې دغه انعامي رقم لس زره روپۍ (دا هغه وخت ډېر لوے رقم ؤ) د غني خان پۀ لاس راولېږلے شو نو پۀ دې وجه ئې د انعام رقم واپس کړو چې ما دا کتاب د انعام د پاره نۀ دے ليکلے بلکې د دې تعبير غواړم.

    د اجمل خټک صحافت او سياست هر څۀ څنګ پۀ څنګ روان وو. پۀ کال ١٩٥٩ز کښې د “بانګ حرم” ايډيټر مقرر شو او کال ١٩٦٠ز کښې ئې دغه اخبار کښې د ليکلو کالمونو مجموعه د “کچکول” پۀ نامه خوره شوه. دا کالم به اجمل خټک د ملنګ پۀ نامه ليکلو. ابتداء به ئې د پښتو د يوې اولسي ټپې نه کوله او موضوع به ئې هم داسې وه چې پۀ عامو مسئلو به خبرې وې. دا کالم به د اولس لخوا ډېر خوښولے شو بلکې اکثرو خلقو به د دې کالم پۀ وجه اخبار اخستو.

    ١٩٦٧ز کښې د نېشنل پارټۍ صوبائي جنرل سېکرټري منتخب شو او هم پۀ دغه کال د ورځپاڼې “شهباز” ايډيټر شو. ورپسې کال پس ته د نېپ مرکزي جنرل سېکرټري شو. د کال ١٩٧٠ز پۀ انتخاباتو کښې د عوامي نېشنل پارټۍ پۀ ټکټ د قومي اسمبلۍ انتخاباتو کښې اميدوار ؤ. چې د جمعيت علمائے اسلام د اميدوار او خپل استاد مولانا عبدالحق مقابله کښې پۀ څو سوه ووټونو ناکامه شو.

    پۀ کال ١٩٧١ز کښې ئې مردان کښې د “اولسي ادبي ټولنې” بنياد ايښے ؤ. کال پس ١٩٧٢ز کښې د ذوالفقار علي بهټو سره د چين پۀ دوره تلے ؤ. پۀ کال ١٩٧٣ز کښې د لياقت باغ پېنډۍ د واقعې نه پس کابل ته لاړو. کابل ته د تګ پۀ حقله ئې خپله یوه مرکه کښې وئيلي دي چې ” د لياقت باغ فائرنګ واقعې نه وروستو کوئټه کښې د نواب محمد اکبر خان بګټي پۀ کور کښې د نواب خېر بخش مري، غوث بخش بزنجو، اکبر خان بګټي، عطاء الله مينګل او ولي خان پۀ مشوره او وېنا ما د ملک د پرېښودلو فېصله وکړه.

    دا فېصله اجمل خټک پۀ داسې حال کښې کړې وه چې بچي ئې واړۀ وو او هېڅ درک ورسره نۀ لګېدلو. تر دې چې کابل ته د تګ پۀ وخت ئې د مهدي شاه باچا نوې جامې اغوستې وې. دا خبره خپله اجمل خټک د مهدي شاه باچا پۀ مړينه د هغۀ پۀ قبر د تقرير پۀ وخت کړې وه، د دوي دواړو وجودونه بېخي يو هومره وو ځکه نو د مهدي شاه باچا جامې پرې برابرې وې.

    اجمل خټک کابل ته د باجوړ پۀ لاره تلے ؤ چې دې سفرکښې ئې تورلالي کاکا ملګرے ؤ او د باجوړ پۀ غرونو دواړه اوړېدلي وو. دغلته شپاړسو کالو پورې د جلاوطنۍ تېرولو نه وروستو پۀ ٢٧ جنوري ١٩٨٩ز کښې خپل وطن ته واپس راغلے ؤ. تور لالي کاکا د اے اېن پي يو مخلص کارکن او د اجمل خټک نزدې ملګرے ؤ. د تور لالي کاکا دا خبره زمانه نه نۀ هېرېږي چې کله اجمل خټک ملک ته راستون شو نو هغه پۀ يو تقرير کښې وئيلي وو “اے پښتنو ما اجمل خټک کابل ته بوتلے ؤ او دا دے د خېره سره واپس راغلو. ښۀ ورته وګورئ، هم هغه اجمل دے کوم چې ما بوتلے ؤ. يو فرق پۀ کښې راغلے دے چې ږيره ئې سپينه شوې ده خو دا زما د وس نه بهر خبره وه. دا دے تپوس ترې وکړئ چې ما وخت پۀ وخت د دۀ د حال پوښتنه کړې ده او شکر دے چې ما ته کوم کار حواله شوے ؤ هغه مې پۀ ښۀ توګه سرته ورسولو.”

    د کال ١٩٩٠ز پۀ انتخاباتو کښې د خپلې حلقې نه د قامي اسمبلۍ غړے منتخب شو. دغه شان د پارټۍ دوه ځله مرکزي صدر او د سېنېټ غړے هم منتخب شوے ؤ.

    کال ١٩٩٣ز کښې ئې عامو انتخاباتو کښې برخه اخستې وه ولې ناکامه شوے ؤ.

    د دې انتخاباتو پۀ حقله يوه اهمه خبره دا ده چې پۀ دغه زمانه ما د پښتو ورځپاڼې “هېواد” کښې کارکولو، دا اخبار د فرنټئير پوسټ مالک رحمت شاه اپريدي صېب چلولو. د شپې يو تن ( غالبا د کومې خفیه ایجنسۍ ؤ ) راغلو. دۀ سره يو فائل ؤ او پۀ هغې کښې د بلا ډېرو پلاټونو فهرست شامل ؤ، چې مختلفو ښاريو کښې د اجمل خټک پۀ نامه درج وو. اخبار کښې پۀ سباله دا خبر خور شو. “د زرګونو پۀ شمېر کښې اخبار پۀ دغه حلقه کښې ووېشلے شو او بله ورځ چې انتخابات وشول نو نصيرالله بابر انتخابات وګټل او اجمل خټک ناکامه شو. دوه ورځې پس اجمل خټک د اخبارخلاف عدالت ته د هرجانې نوټس ورکړو او خپل بيان کښې ئې وئيلي وو چې ما له دغه پلاټونه راکړئ دا کوم چې تاسو ليکلي دي نو زۀ هډو سياست نۀ کوم. د دې مقدمې نور هېڅ پۀ نتيجه ونۀ رسېدم چې څۀ وشو البته نوموړے صحافي اکرام هوتي د نوکرۍ نه وويستے شو. د دې واقعې نه ډېر کلونه وروستو تېرکال چې زۀ اسلام اباد ته تلے وم نو د ګرانو ملګرو او نوموړو ليکوالو عبدالحميد زاهد او اقبال حسېن افکار سره د اکرام هوتي ملاقات له د هغۀ کور ته ورغلم او ورنه مې تپوس وکړو چې هغه د اجمل خټک د پلاټونو فائل تاسره شته نو هغۀ ئې اقرار وکړو چې او هغه فائل ما محفوظ کړے دے.

    اجمل خټک پۀ کال ١٩٩٢ز کښې د حج سعادت حاصل کړے ؤ چې دا هم د دۀ د ژوند يوه اهمه واقعه وه.

    اجمل خټک انسان ؤ او کۀ څۀ هم پۀ خپلو نظرياتو کلک ؤ او د دې د پاره ئې هرقسمه سختې او مشکلات زغملي وو خو خپله نظريه ئې پۀ هېڅ حال کښې هم نۀ وه بدله کړې، خو کله چې پۀ کال ١٩٩٩ز کښې جنرل پروېزمشرف د اقتدار ترلاسه کولو نه وروستو د هغۀ سره ملاقات وکړو او دۀ ته ئې د ملک د صدارت د عهدې پېشکش وکړو چې پۀ دې د عوامي نېشنل پارټۍ او د دۀ ترمېنځه اختلافات پېدا شول. د دۀ پۀ ژوند او سياست نظر لرونکي او ځنې نزدې دوستان ئې دا ګڼي چې دا د اجمل خټک د ټولونه لويه سياسي تېروتنه وه او عجيبه ځکه وه چې دۀ نه ئې توقع نۀ شوه کېدلې. هم پۀ دغه ورځ پۀ کومه چې د دۀ رکنيت ختمېدلو، پۀ تخت بهائي کښې يوه لويه مشاعره وه چې ورته د نورو لويو لويو شاعرانو نه علاوه قلندر مومند هم تلے ؤ. فضل مومند د قلندر صېب سره یو ځاے ناست ؤ. کله چې اجمل خټک پاڅېدو نو د نظم نه وړاندې ئې يو مختصر غوندې تقرير وکړو او وې وئيل چې کله پۀ يوه علاقه زلزله راشي نو دغلته موجودو کوهيانو او چينو کښې يا خو اوبۀ سمې ډېرې شي او يا اوچې شي. پۀ ما هم زلزله راغلې ده، بيا ئې خپل يو تاريخي نظم ووې.

    خپل رباب به ټنګومه

    خپل کچکول به ګرځومه

    کله چې اجمل خټک دا نظم اورولو نو قلندر مومند صېب فضل مومند ته ووې داسې ښکاري چې د اجمل خټک د پارټۍ رکنیت ختم کړے شو او د فضل مومند پۀ قول کله چې قلندر مومند صېب ته د کلام وئيلو دعوت ورکړے شو نو هغۀ يو کلام ووې چې پۀ کښې يو شعر کښې ئې اجمل خټک صېب پۀ خصوصي توګه مخاطب کړو.

    زۀ چې نۀ الوزم باز يمه ګرېز کړم

    تۀ چې والوتې بڼه مخکښې د باد شوې

    کله چې اجمل خټک خپل کلي اکوړه خټک ته رسېدلو نو خبر خور شوے ؤ چې هغه د پارټۍ نه ويستے شوے دے او چې صحافيانو ترې پۀ دې حقله تاثرات غوښتل نو هغۀ دغه نظم ورکړو چې پۀ سبا له اکثرو اخبارونو کښې لږ يا ډېر د ترجمې سره چاپ شوے ؤ.

    دې نه پس ته اګست کښې د پاکستان نېشنل پارټۍ پۀ نامه د خپلې سياسي ډلې د جوړولو اعلان ئې وکړو. پۀ ٢٣ او ٢٤ نومبر ناصر پور پېښور کښې د تاسيسي کنونشن پۀ موقعه هغه مرکزي صدر جوړکړے شو. د خپلې پارټۍ جوړولو نه وروستو شاعرانو، اديبانو او د دۀ باوري ملګرو ورته مسلسل دا مشوره ورکوله چې تاسو د عمر پۀ داسې حصه کښې يئ چې اوس مو هغه زور نشته نو ښۀ به دا وي چې خپل زوړ جماعت اے اېن پي ته رجوع وکړئ.

    جنرل پروېز مشرف دے د صدارت پۀ طمع کړے ؤ خو هغۀ ورسره خپله وعده پوره نۀ کړه. هسې د اجمل خټک د پارټۍ پرېښودلو نه وړاندې هم څۀ لږ ډېر اختلافات د دۀ او صوبائي صدرې بېګم نسيم ولي خان او نورو ځنو مشرانو ترمېنځه وو خو دا څۀ خبره نۀ وه، پۀ جمهوري پارټيو کښې دا قسمه اختلافات عموماً وي چې بيا د جمهوري اصولو مطابق هوارېږي. ملګري روښان يوسفزي نه مې پۀ دې حقله دوه واقعات اورېدلي دي، دے وائي چې اجمل خټک کراچۍ ته راغلے ؤ نو د پښتون لېبر فرنټ لۀ خوا د دۀ پۀ اعزاز کښې مونږ يو پروګرام ترتيب کړے ؤ. چې پۀ کښې د پښتو مشاعره وه. هغې له مونږ بېنرونه او وال چاکنګ د قلندر مومند پۀ املاء کښې کړے ؤ کله چې اجمل خټک خبرو او شعرونو اورولو ته پاڅېدو نو پۀ املاء ئې اعتراض وکړو چې دا قلندري املا غلطه ده، دا ليکل نۀ وو پکار. شپې له روښان يوسفزي قلندر مومند د دې واقعې نه خبر کړو چې اجمل خټک ستاسو املاء ته غلطه وائي. قلندر مومند صېب بيا وروستو ما ته ووې چې هغه اجمل خټک ته ووايه تۀ د پارټۍ صدر يې نو پۀ سياست کښې به زۀ ستا منم خو چې د املا خبره راشي نو بيا به زما منې ځکه چې دا ستا مېدان نۀ دے. روښان يوسفزے وائي چې هم پۀ دغه ورځو کښې پۀ ٢١ فروري پېښور پرېس کلب کښې د مورنيو ژبو ورځ نمانځلې کېدله. بېګم نسيم ولي خان او اجمل خټک دواړه پۀ سټېج ناست وو، ما کمپئرنګ کولو نو د پښتو يوه ټپه مې ووې کومه چې ډېره مشوره ده.

    خداے به دې زلفې پۀ لاس را کړي

    ما ته د کلي ماشومان دعا کوينه

    اجمل خټک راته د سټېج نه اواز را کړو. مۀ وايه دا ټپې روښانه. مونږه ډېرې داسې ټپې کړې دي. زۀ پوهه نۀ شوم چې ولې اجمل خټک زما پۀ دې خبره غصه شو خو بهرحال ما في البديهه دوه شعرونه داسې ووې.

    دشمن زما د هر ارمان ؤ خو زۀ نۀ پوهېدم

    زما قاتل زما جانان ؤ خو زۀ نۀ پوهېدم

    ما د پردو خلقو نه هسې به زړګے بدوو

    کورمې د خپله لاسه وران ؤ خو زۀ نۀ پوهېدم

    دا شعرونه را باندې بېګم نسيم ولي خان درې څلور واره ووې. کله چې پروګرام ختم شو نو ما ته اجمل خټک ووې روښانه تا سره ما څۀ بد کړي دي چې تۀ ما د خپلو ادبي او سياسي ملګرو سره جنګوې. ملګري روښان يوسفزي ئې را سره مختلفو ملاقاتونوکښې څو نور ښکلي يادونه هم شريک کړل. وئيل ئې چې يوځل مشاعره وه نو چې اجمل خټک مو سټېج ته رابللو نو و مې وئيل چې اوس به د باچاخان تکړه ملګرے اجمل خټک راشي نو هغۀ د راتلو سره ووې “ملګرے نه مريد وايه. مريد. دا دې ډېره لويه خبره وکړه”.

    د خپلو يادونو نه يوه دلچسپه خبره ئې دا راته وکړه چې اجمل خټک ډېر دوراندېش ؤ، د ١١/٩ نه څوکاله وړاندې دے د پرېس کلب لۀ خوا پۀ “ګېسټ اور” کښې مېلمه ؤ نو قبائيل ئې مخاطب کړل او وې وئيل ” اے زما قبائيلي وروڼو تاسو ته پته نشته خو پۀ تاسو ډېر سخت وخت را روان دے. دومره سخت وخت چې تاسو ئې اوس تصور هم نۀ شئ کولے.”

    يوه بله خوندوره خاطره ئې دا ده چې د روښان صېب پۀ قول کميونټي سنټر مردان کښې يوه ادبي دستوره وه نو ملګري بشر نويد نظم اورولے ؤ چې هغې کښې پۀ اجمل خټک څۀ ټکونه وو. د دې پۀ جواب کښې هغۀ ووې “تاسو څۀ خبر يئ زۀ د لمبو او وينو پۀ سمندر راپورې وتلے يم او اے تاسو سره ډولۍ مانه غواړئ نو تاسو جنج رالېږلے ؤ. ډولۍ خو جنجيان راوړي”.

    جلسۍ کښې د يوې لوې مشاعرې حال هم دلچسپ دے چې وائي اجمل خټک به ما ته بار بار وئيل ما را وغواړه چې تقرير وکړم، شعرونه واوروم او کورته ځم خو ماسره فکر ؤ چې کۀ اجمل خټک کلام واورولو نو بيا خو څوک نۀ ايسارېږي نو دۀ ته مې ووې خټک صېب کۀ تاسو تلل غواړئ نو داسې غلې غوندې اوځئ. بس هډو څۀ پته به ونۀ لګي. دوه درې ځله دۀ دا غوښتنه وکړه او ما ورته دغه جواب ورکړو خو بيا تر اخره ناست ؤ او بېخي پۀ اخره ئې تقرير او کلام ووې نو هغه لاړو. روښان صېب د خبرې مطلب دا شو کۀ اولس د دۀ شاعري خوښوله نو اجمل خټک هم دا موقعه چرې نۀ ضائع کوله.

    کله چې د جنرل پروېزمشرف لۀ خوا د اجمل خټک د صدر جوړېدلو خبرې روانې وې نو روښان يوسفزے وائي چې د نورو سره سره ئې زۀ هم د دې وړ ګڼلے وم چې راپسې ئې کلي ته څوک رالېږلي وو چې اجمل خټک دې غواړي چې ورغلم نو ما ته ئې ووې ما د جنرل مشرف سره ملاقات وکړو. د هغۀ پۀ تندي کښې ما ته رڼا ښکاره شوه او د هغۀ پۀ سترګو کښې ما تۀ وليدې، بشر نويد مې وليدلو، صاحب شاه صابر او رحمت شاه سائل مې وليدل. ما ورته ووې خټک صېب زۀ خو ستا د بچو او نمسو پۀ ځاے يم خو دا خلق ډېر دهوکه باز وي او تاسو ئې چې پۀ تندي کښې د رڼا خبره کوئ نو چرته دا د نظر د کمزورتيا وجه نۀ وي.

    ملګرے ليکوال نورالامين يوسفزے وائي چې کله اجمل خټک د اے اېن پي نه بېل شوے ؤ او ځانله ئې ډله جوړه کړې وه نو ما ترې نه تپوس کړے ؤ چې دا کومه د خټو لوټو کوټه زمونږه مشرانو پۀ ډېرو مودو کښې پۀ خوارو جوړه کړې وه نو ستاسو څۀ خيال دے چې دا به ورانوئ نو اجمل خټک ووې نه ورانوو ئې نه خو دې کښې پېريان دي هغه به ترې پاڅوو.

    دے دا هم وائي چې يوځل زۀ، عزيز مانېروال او څو نور کسان اکوړي ته ورغلي وو چې دې کښې د سراٸیکي پارټۍ يو سياست دان تاج محمد لنګا يو غټ ګاډي کښې راغلو او د راتلو سره اجمل خټک له پۀ پښو پرېوتو. اجمل خټک ورته ووې “لنگا صاحب مين يه زور برداشت نهين کرسکتا” بيا ئې چا ته ووې لنګا صېب له چاے راوړئ او مونږ ته ئې ووې راځئ چې مونږ دغه کمرې ته لاړ شو او يو بل ته شعرونه واورو. ما ورته ووې اجمل صېب دې مېلمه له وخت ورکړئ ځکه چې غټ سړے دے او د پنجاب نه راغلے دے خو دے او مونږه چې کله کمرې ته لاړو نو وې وئيل چې دا ماله نه خپل غرض له راغلے دے . لنگا صېب پۀ دې طمع دے چې کله اجمل صدر شي نو ما به ګورنر جوړ کړي.

    د شاعرانو سره مينه ئې مثالي وه او کۀ وس به ئې رسېدلو نو پۀ هر حال کښې به ئې کوشش دا ؤ چې دوي ته ځان ورسوي. د اکمل لېوني پۀ درناوي کښې کاټلنګ کښې ادبي دستوره وه. د هغۀ د کتاب مخ کتنه پۀ کښې کېدله. د شپې نهه لس بجې راورسېدلو. سټېج ته وختلو نورالامين يوسفزے وائي چې ما له ئې لاس را کړو نو ګرم ؤ او ورسره رېږدېدلو. ما ورته ووې خټک صېب لاس مو ګرم دے ما ته ئې ووې ستا مطلب دا دے چې زما تبه ده. ما ورته ووې او جي ستا تبه ده. نو زر ئې وې ما خپل ژوند تېر کړے دے او تاسو د پښتو شاعران، اديبان زما ژوند يئ. ترڅو چې را کښې ساه غړېږي نو ستاسو غونډو کښې به شريکېږم.

    يوځل ئې دا هم وئيلي وو چې فېض احمد فېض او حبيب جالب دواړه ترقي پسنده فکر لرونکي شاعران دي خو زما د فېض نه د حبيب جالب شاعري خوښه ده. ولې چې د فېض شاعرۍ کښې تر يو حده جنسيت شته او د جالب شاعري د دې نه پاکه ده.

    کله کله به ئې وئيل دنيا سپۍ ده، دې پسې ډېرې منډې مۀ وهئ ولې چې دې پسې څوک منډې وهي نو پۀ ګوتو نۀ ورځي چې څوک ورته شا کړي نو ورپسې پۀ خپله راځي. دې سلسله کښې به ئې خپل مثال وړاندې کولو چې هډو د دنيا غم نۀ کوم خو ټول عمر پۀ اعلٰي ګاډو او جهازونو کښې ګرځېدلے يم. او چې چرته تلے يم نو عزت او درناوے هم را کړے شوے دے.

    د مقصدي ادب قائل ؤ هغه کۀ نظم وي او کۀ نثر خو د هغۀ پۀ خيال دواړو کښې مقصد اولنے شرط ګڼل پکار دي. نورالامين يوسفزي يوځل د نوموړي ليکوال سليم راز صېب پۀ کتاب “تنقيدي کرښې” مقاله اوروله چې پۀ دې کښې ئې يوځاے دا خبره وکړه ” کۀ خيالات درامد کېدلے شي خو حالات نۀ شي درامد کېدلے” دا فقره ئې پرې څو څو ځله ووې او چې کله ئې پۀ اخره خپلې خبرې کولې نو وې وئيل کله چې يو ليکوال ته دا پته نۀ وي چې زۀ چا له ليکم، ولې ليکم او څۀ ليکم نو د دۀ ليکل بې ځايه دي. بيا ئې ووې دا د تنقيد فرسوده طريقه ده چې يو يو شعر را اخلي او پۀ دې بحث کېږي بلکې پکار ده چې د شاعر اديب ليک د هغۀ د زمانې د نفسياتو او فرهنګي ژوند مطابق وڅېړلے شي نو دا به اصل تنقيد وي.

    د موسيقۍ او فلمونو سره ئې هم شوق ؤ. کله چې وړاندې پۀ کلي کښې ؤ نو حجره کښې به ئې تل د موسيقۍ محفل هره شپه جوړولو او دا سلسله تر ډېرې مودې جاري وه. دا به ئې هم وئيل چې د پښتو موسيقي د غرۀ موسيقي ده. دا د تال موسيقي ده او سر پۀ کښې اضافي دے. اصل ئې تال دے او کۀ چرته د پښتنو د موسيقۍ د نمائندګۍ خبره راشي نو دا به زرڅانګه او خان تحصيل کوي. احمدخان، ګلناربېګم او زرڅانګه ئې د پښتو خوښي سندرغاړي وو. د حبيب جالب، فېض احمد فېض، ساحر لدهيانوي او قلندرمومند شاعري ئې خوښه وه. پۀ نثري کتابونو کښې ئې د جوش مليح ابادي کتاب “يادوں کى بارات” خوښ ؤ. د جلا وطنۍ پۀ وختونوکښې ئې د انډيا بې شمېره فلمونه کتلي وو او د وي، سي، ار پۀ ١٨ کېسټونو کښې يو ډېر اوږد فلم چې پۀ ١٨ کېسټونو کښې ؤ هم کتلے ؤ کوم چې پۀ رامائن جوړ ؤ. پۀ ژوند کښې وړومبے فلم ئې “طوفان ميل” کتلے ؤ. پۀ خوښو اداکارانو کښې ئې امتيابهـ بچن، امجد خان، شبانه اعظمى او نصيرالدين شاه شامل وو.

    د شبانه اعظمي د پلار کيفي اعظمي سره ئې دوستانه تعلقات وو. کابل کښې ئې د مشهور اېکټر نصيرالدين شاه سره تفصيلي ملاقات کړے ؤ او پۀ مرزا غالب چې کوم فلم جوړ شوے ؤ هغې کښې ئې د دۀ د کردار تعريف کړے ؤ. د بنګله دېش د اديب جسيم الدين د پاره ئې يوه فلمي قيصه هم پۀ لس زره روپۍ ليکلې وه چې پۀ کښې دا سوال پورته کړے شوے ؤ چې ټول خلق حسن پسې لے پۀ لے ګرځي خو حسن د څۀ پۀ تلاش کښې وي، هغه حسن “موضوعي” نۀ “معروضي” ګڼي .

    د اجمل خټک زوم جميل خټک وائي چې کابل کښې يوه ورځ سردار داؤد خان بغېر د پروټوکول نه راغلو او د راتلو سره ئې اجمل خټک ته ووې ګاډي ته راخېژه ستا د خوښې فلم “روټي” لګېدلے دے نو ټوله سېنما مې بک کړې ده، دواړه به ئې دغلته دوه پۀ دوه وګورو.

    اجمل خټک خپل ملک کښې د ډېرو ګرځېدو نه علاوه د لږ يا ډېر وخت د پاره نور ځنې ملکونه هم ليدلي دي. چې پۀ کښې برطانيه، هندوستان، کابل، امريکه، چيکو سواکيه، هنګري، جرمني، پولېنډ، چين، روس، سينيګال، يونان، ترکي او سعودي عرب شامل دي.

    پۀ ٣ مۍ ٢٠٠٣ز کښې اجمل خټک د جلوس پۀ شکل کښې ولي باغ ته لاړو او هلته ئې خان عبدالولي خان سره يو شريک پرېس کانفرنس کښې د نېپ پۀ اے اېن پي کښې د ضم کولو اعلان وکړو.

    پۀ ٢٢مارچ ٢٠٠٦ز کښې صوابۍ ضلع کښې د ترلاندۍ پښتو ادبي ټولنه پۀ کليزه مشاعره کښې اجمل خټک ته د “بابائے نظم” خطاب ورکړے شوے ؤ. د اجمل خټک وړومبے نظم پۀ “پښتون” کښې ١٩٣٧ز کښې او وړومبے نثر ئې ١٩٤٥ز کښې چاپ شوے دے.

    پۀ کال ٢٠٠٧ز کښې ورته د حکومت لخوا کمال فن اېوارډ ورکړے شوے ؤ. اېوارډ ئې وصول کړے ؤ خو دې سره اعلان شوې پينځه لاکهه نغدې روپۍ ئې نۀ وې اخستې او وئيل ئې چې دا رقم دې پۀ غريبانانو، شاعرانو او اديبانو وويشلے شي. د اکېډيمي ادبيات لخوا پۀ ورغلي وفد کښې يو تن ووې مونږه پۀ اجمل خټک د انعامي رقم د پاره زور راوړو خو هغۀ قبول نۀ کړو خو دۀ ووې چې يو بل مشهور شخصيت ته هم د دې اېوارډ اعلان شوے ؤ او چې هغۀ ته مو اطلاع ورکړه نو هغۀ ووې چېک به کله رالېږئ.

    پۀ ٧ فروري ٢٠١٠ز کښې وفات شوے او ٨ فروري خاوروته سپارلے شوے دے. د اجمل خټک د نظم او نثر ګڼ کتابونه وخت پۀ وخت چاپ شوي دي او د زور داره نظمونو نه علاوه ئې غزلونه هم د اعلٰي معيار دي. دغه شان د نثر کتابونه ئې هم ډېر قدرقيمت لري، د پښتو نه علاوه ئې اردو کښې هم ډېر ليکل کړې دي چې هغې کښې شاعري، تحقيقي مقالې او يو ناول “راز در راز” شامل دي. د دې کتاب يو فوټو سټېټ د ډاکټر زبېر حسرت سره ما ليدلے دے چې ډېر پۀ روانه او اسانه ژبه کښې ليکلے شوے دے. اجمل خټک پۀ پښتو کښې افسانې هم ليکلي دي چې دغه خورې ورې افسانې ئې ډاکټر زبېر حسرت پۀ يوه مجموعه کښې راغونډې کړې دي.

    د دۀ مشهوره افسانه “پښتو” نه ما څو کاله وړاندې د رېډيو پاکستان د پاره ډرامه جوړه کړې وه او اردو ژبه کښې د دې ډرامائي تشکيل شوے ؤ چې کوئټې رېډيو سټېشن هغه تياره کړې وه او پۀ ملکي سطحه ډېره خوښه کړې شوې وه.

    د اجمل خټک يو صفت دا هم ؤ چې د خپلو ملګرو به ئې ډېر خيال ساتلو او کۀ هغوي به چرته سرکاري ملازمان وو نو کوشش به ئې کولو چې د هغوي ذکر پۀ جار ونۀ کړي او پټ پۀ پټه به ئې ورسره رابطې ساتلې. د نوموړي ليکونکي محقق او اديب رشيد احمد صېب پلار پروفېسر فضل معبود صېب ئې هم د زمانو اشنا ؤ. وخت پۀ وخت به ئې ورسره ملاقاتونه کېدل او کله چې سوات رياست پاکستان کښې ضم شوے نۀ ؤ نو پۀ وړومبي ځل چې اجمل خټک د ملګرو سره سوات ته تلے ؤ نو د پروفېسر فضل معبود صېب کره ئې شپه کړې وه. د پروفېسر صېب پۀ قول د اجمل خټک سره ارباب سکندر خان او يو بل مشر تن راغلي وو چې غلام غوث نوم ئې ؤ. هم دوي پۀ سوات کښې ګرځېدلي وو او دغلته ئې د اے اېن پي بنيادونه مضبوط کړي وو. ملګري رشيد احمد ته هم دا واقعه ياده ده بلکې هغه وائي چې زۀ د پښتو ليک ته هم د اجمل خټک پۀ وجه مائل شوے وم. د دۀ پۀ قول دا د کال ١٩٦٩ز ؤ چې دوي زمونږ حجرې ته راغلي وو او د مېکسم ګورکي کتاب چې اردو ته ترجمه شوے ؤ “ماں” دغلته پروت ؤ نو ما ته ئې ووې چې پۀ دې کتاب ئې څۀ ليکلي دي. ما ورته ووې ميکسم گورکى ” ماں” نو ما له ئې يوه روپۍ انعام را کړو چې پۀ دې زۀ ډېر خوشحاله شوم. هم د اجمل خټک د تعلق او اشنايۍ پۀ وجه بيا څو کاله وروستو بل نوموړي شاعر او صحافي عاصي اشنغري صېب دوي سره سوات بره بانډۍ کښې څو مياشتې تېرې کړې وې چې د هغه ځايه بيا کابل ته لاړو او مستقل د اجمل خټک سره ؤ.

    د اجمل خټک د داد مختلفې طريقې وې لکه ماشومانو له به ئې نغدې روپۍ د انعام پۀ توګه ورکولې. ځوانانو ليکوالو له به ئې قلمونه ورکول. داسې ډېر ليکوال شته چې د مختلفو دستورو پۀ دوران کښې ئې ورله قلمونه د انعام پۀ توګه ورکړي دي. داسې ئې هم کړي دي چې د کوم ځوان شاعر کلام چې هغه به چرته مشاعره کښې واورولو نو هغه به ترې غوښتنه کوله چې دا کاپي ما له را کړه. زۀ پرې ليکل کوم لکه چې څو ځايه ئې د نوموړي شاعر اديب عبدالحميد زاهد کلام واورېدلو نو ورته ئې ووې چې ما له دې کاپي را کړه زۀ پرې څۀ ليکل غواړم.

    پۀ کال ٢٠٠٢ کښې ئې د هغۀ پۀ شاعرۍ ليک کړے ؤ کوم چې د هغه پۀ شعري مجموعه “روښانه سباون” چاپ دے. دغه شان ډاکټر زبېر حسرت ځان سره نوموړے افسانه نګار ډاکټر سردار جمال چې هغه وخت د سکول طالب علم ؤ د اجمل خټک ځاے ته بوتلے ؤ. د هغۀ تعارف ئې ورسره کړے ؤ چې دے افسانې ليکي نو اجمل خټک ووې چې ما ته ئې يوه افسانه واوروئ نو ملګري زبېرحسرت ورته د هغۀ د افسانو د مسودې نه يوه افسانه “پېغور” اورولې وه چې پۀ دې هم بيا اجمل خټک ليک کړے ؤ او د هغۀ د افسانوپۀ مجموعه “پېغور”دغه ليک چاپ دے. د خپل دور او مشرانو ليکوالو نه علاوه به ئې کۀ کشرانو ليکوالو کښې د چا شاعري خوښه وه نو پۀ تعريف کښې به ئې هېڅ بخل نۀ کولو لکه د نوموړي شاعر رحمت شاه سائل صېب پۀ درناوي کښې د شوې يوې غونډې پۀ موقعه ئې وئيلي وو “زۀ د اولس پۀ ځاے د پوليس ( يعني د خاص خلقو شاعر وم خو اولسي شوم او رحمت شاه سائل مې پۀ دې خوښ دے چې دے هم د اولس شاعر دے او هم د پوليس يعنې خاص و عام ئې يو شان خوښوي”.

    پۀ پښتونخوا کښې د مشاعرو د پاره ډېر ګرځېدلے ؤ او ډېره اسماعيل خان نه واخله تر کراچۍ پورې دا قسمه غونډو کښې شريک شوے ؤ. دې دوران کښې ورسره کله کله دلچسپ واقعات هم شوي وو، لکه قمر راهي صېب وئيل چې يو ځل صوابۍ ته يوې مشاعرې له تلي وو خلقو راته د شپې د پاره منت وکړو خو اجمل خټک صېب وئيل چې مردان ته ځو خو چې اډې ته راغلو نو ګاډي نۀ وو. مجبوراً شپه را باندې راغله. نزدې يو کلي ته لاړو هلته رانه حجره کښې يو سړي ماښام ناوخته تپوس وکړو چې ډوډۍ مو خوړلې ده نو اجمل خټک ورته ووې او خوړلې مو ده. هغه سړي بړستنې راوړې او مونږ له ئې شکرۍ کښې ګوړه را وړه. اوږي وو نو د شپې مو هغه ټوله ګړه وخوړه سحر چې سړے راغلو او وې کتل نو ټوله ګوړه مونږه خوړلې وه. پوهه شو چې مېلمنو راته دروغ وئيلي وو نو ښې خبرې ئې را ته وکړې.

    د اجمل خټک کار او زيار هغه کۀ سياسي ؤ او کۀ ادبي د هغۀ پۀ ژوند ستائيلے شوے ؤ. څو کتابونه او بې شماره مقالې پرې ليکلې شوي او چاپ شوي دي. وخت پۀ وخت ورسره ښې ډېرې مرکې شوي دي چې پۀ کښې د هغۀ د سياسي، سماجي او ادبي ژوند پۀ حقله بشپړه معلومات شته. پۀ خپله ئې هم يو کتاب “قيصه زما د ادبي ژوند” ليکلے دے چې پۀ دې کښې ئې د خپلو ادبي هلوځلو حال پۀ خپل قلم خوندي کړے دے. دې نه علاوه هره ورځ به ئې پۀ باقاعده توګه خپله ډائري هم ليکله چې پۀ کښې به ئې د هغه ورځې حالات ليکل خو دغه ډائرۍ ئې لا چاپ شوې نۀ ده.

    د اجمل خټک متعلق مشهوره وه چې هغۀ له جادوګري ورځي او دا ئې د بنګاليانو نه زدکړې وه چې دۀ سره مختلفو جېلونو کښې پاتې شوي وو. پۀ دې حقله ترې يو ځل ما تپوس کړے ؤ نو هغۀ وئيلي وو چې او ما سره بنګاليان پاتې وو او بنګاليانو کښې دا شغل ډېر ؤ. ما د هغوي نه او د پښتو د نوموړي شاعر سمندرخان سمندر نه هم څۀ نه څۀ دا فن زده کړے ؤ. اوزګار به وو نو پۀ دې به مو ځان مشغولولو. بيا ئې يوه واقعه راته واوروله چې يوه زمانه ما پسې وارنټ جاري شوے ؤ خو زۀ پټ شوے وم او د کوره نۀ راوتم، د نوښار چاوڼۍ يو فوځي مېجر به بيا بيا راتلو او زما تپوسونه به ئې کول هغه کۀ هر څو وئيل چې زۀ دے نۀ نسيم خو زما پرې کله يقين کېدلو خېر هغۀ څو کسانو ته ووې چې زما ورسره ذاتي کار دے او چې څو ورځې مسلسل راغلو نو اخر ورته راووتم. هغه مېجر راته ډېر پۀ منت ووې چې زما پۀ پېغله لور څۀ چل شوے دے څو ورځې وشوې چې نۀ اودۀ کېږي. پۀ ډېرو ډاکټرانو او مليانو مو وګرځوله. ستا نوم راته چا ښودلے دے نو کۀ تۀ مهرباني وکړې او ما سره لاړ شې. خېر زۀ ورسره لاړم او د هغۀ لور مې وليدله، هغې ته مې يوه قيصه شروع کړه چې يو بادشاه ؤ د هغۀ يوه نيازبېنه لور وه څۀ داسې مسئله پېښه شوه چې هغې له خوب نۀ ورتلو. بيا به ښاپيرۍ راتللې او هغې سره به ئې لوبې کولې. داسې ورو ورو مې قيصه کوله او ورسره مې د هغې جائزه اخسته او د ذهن د قابو کولو کوشش مې ورله کولو۔ دې کښې څه وخت پس د هغې سترګې ورغلې . اجمل خټک ووې دا مسمرېزم دے او دا شے مې تر يو حده زده دے خو نوره د جادوګرۍ مظاهره مې چرته نۀ ده کړې. البته سمندر صېب باقاعده مداري توب هم کړے ؤ او دې فن کښې پوره استاد ؤ. دۀ ووې ځنې ټګان پيران او عاملان دا کار کوي چې د بنده ذهن قابو کړي نو چې ورته هغه څۀ وائي دوي ئې مني ولې چې ذهن ئې ورله قبضه کړے وي.

    اجمل خټک سره زما خپله هم ډېر ملاقاتونه شوي دي خو د دۀ د ليدلو نه وړاندې د دۀ کتابونه د “غېرت چغه”، “دا زۀ پاګل وم” ما لوستي وو او د دۀ د کابل نه د راتګ پورې مې د دۀ د ملګرو قلندرمومند، سېف الرحمان سليم، مهدي شاه باچا، همېش خلیل، مراد شينواري او ځنو نورو نه د دۀ پۀ حقله ډېرې خبرې اورېدلې وې.

    د دوي خبرې د اجمل خټک پۀ حقله قسم قسم وې او هر يو به د خپلې تجربې او مشاهدې پۀ بنياد خبرې کولې. د ټولو پۀ دې خبره اتفاق ؤ چې هوس پرست نۀ دے خو حسن پرست ضرور دے. د ځنې ورسره ګپ شپ او ازادي هم وه. پۀ دوي کښې قلندر مومند صېب پۀ خصوصي توګه شامل ؤ چې زيات پۀ جارحانه انداز کښې به ئې پرې تبصره کوله خو ورسره به ئې دا منل چې ډېر ښۀ شاعر دے او خصوصاً د پښتو نظم ته پۀ ترقۍ ورکولو کښې ئې ډېر لوے لاس دے. البته دا به ئې پۀ خندا کښې وئيل چې اجمل خټک کومې خبرې کوي نو ګورې هغه ټولې رښتيا نۀ وي، د هغۀ پۀ بې کوره کېدو خفه او د دې اظهار به ئې کولو.

    مهدي شاه باچا دوېم هغه تن ؤ چې ورسره نزدې پاتې شوے ؤ خو دۀ به ډېر پۀ احترام يادولو. دا به ئې وئيل چې د اجمل خټک کابل ته پۀ تګ داسې يم چې نيم نۀ يم پاتې شوے ځکه چې ښار کښې چرته به زما دېره وه او تقريباً هره ورځ به ما او اجمل خټک ليدل، دا به ئې هم وئيل چې زۀ او اجمل خټک د ګټې پۀ ورځ نۀ يو پېدا شوي او تل مو تاوانونه کړي دي.

    عاصي اشنغرے صېب چې اجمل خټک سره ډېره موده دلته کابل کښې يوځاے پاتې شوے ؤ هغۀ به وئيل اجمل خټک ښۀ سړے دے خو بس هر چا سره تعلق ساتي. زما هم خلۀ پۀ واک کښې نۀ وه نو کابل کښې به مې ورسره ډېر جنګونه کول ځکه داسې خلق ډېر وو چې دے به ئې د خپل مقصد د پاره استعمالولو او دے به پرې ښۀ پوهېدو خو بيا به هم چې هغوي راغلل نو دۀ به ورله زمونږ نه هم زيات عزت احترام کولو. عاصي اشنغري صېب به وئيل لوے شاعر، ليکوال او سياستدان دے خو د خلقو او خصوصاً د دوست دښمن پېژندګلوۍ کښې ډېر کمزورے دے.

    نزدې تعلق دارو کښې ئې ځنې داسې هم وو چې يو بل ئې ښۀ سم بدې شول خو د دۀ پۀ وجه به يوځاے ناست وو لکه د عاصي اشنغري به قمر نړيوال او د هغۀ به عاصي صېب بدي شو. بل به د دواړو خپلو کښې جنګونه وو او دواړه به د دې اقرار هم کولو چې يو بل ئې بدې شول. نوموړے ليکوال سعدالله جان برق هم پۀ هغه ليکوالو کښې دے چې د اجمل خټک سره نزدې پاتې شوے ؤ. دۀ به هم د اجمل خټک پۀ حقله ډېرې خبرې کولې. دۀ راته وئيل چې زمونږ مرکز به د حضرت شاه کاتب دارالکتابت ؤ او يا به د قيصه خوانۍ قهوه خانه وه چې عاصي اشنغرے، قمر زمان قمرنړيوال، اجمل خټک او قلندرمومند به ورته راتلل. مونږ به بيا د قلندر مومند سره د چوک يادګار پورې پۀ ګپ شپ تلو خو ولې ټول سم خدائي خوار وو. هغه د چا خبره پۀ مړه ګېډه مو ډوډۍ هم نۀ موندله. مونږه ټولو د سوشلزم پۀ ذريعه د دنيا د بدلولو خوبونه ليدل. ما ته ياد دي چې يوځل مونږ څلور شپږ کسان سره د اجمل خټک صېب چوک يادګار ته لاړو او مونږ سره دومره پېسې نۀ وې چې د خربوزې يو څو ټکړې مو پرې واخستې. يوه ورځ خو اجمل خټک ډېر پۀ افسوس ووئيل ارمان دے چې يوه ورځ مونږه هم د دې قابل شو چې يوه روغه خربوزه واخلو او پۀ مړه ګېډه ئې وخورو، چې کله کابل ته لاړو نو ما وې ځه دغه ارمان خو به ئې پوره شوے وي او کۀ نور څۀ وي که نۀ خربوزې به ئې پۀ مړه ګېډه خوړلې وي. زۀ چې کله کابل ته يو ځل لاړم نو څو خربوزې او هندوانې پۀ مېز پرتې وې، ما ته هغه خبره راياده شوه، اجمل خټک ته مې ورياده کړه او دواړو ښۀ وخاندل.

    برق صېب د عاصي اشنغري او جمعه خان صوفي سره نۀ لګېدله او خصوصاً جمع خان صوفي ئې پۀ وروستو وختونو کښې ډېر بدې شو. وجه ئې دا ښائي چې دۀ د باچاخان او ولي خان غوندې خلقو باندې بې ځايه الزامونه لګولي دي. نمک حرامه دے، کوم تالي کښې چې ئې ټول عمر خوړلې وه نو هغې کښې ئې ګند کړے دے. د برق صېب رايه ځکه پۀ تفصيلي توګه ليکم چې يو خو دے ډېر په بې باکۍ سره د هر چا بلکې خپل ځان متعلق هم خبره کوي او بل زما ورسره ملاقاتونه هم ډېر شوي دي.

    د برق صېب پۀ قول اجمل خټک ډېر لوے شاعر ؤ نو ځکه د هرچا نه زيات تخيل پرست هم ؤ. سياست دا لوے شاعر تباه برباد کړے دے ولې چې سياست خو د خيالاتو د مفاداتو مېدان دے. دے وائي د افسوس خبره دا ده چې اجمل خټک سره ظلمونه د پېرنګي پۀ دور کښې نه، پاکستان کښې شوي دي. وائي چې يوځل زۀ اجمل خټک کابل ته غوښتے وم چې تۀ يوه د پښتو رساله شروع کړه او د څو کسانو نومونه ئې را کړل چې دوي بهرنو ملکونو کښې وو نو دوي به تا سره مالي امداد وکړي خو چې هغوي ته ما رسالې ولېږلې نو صرف دوي کښې يو تن د کال چنده راولېږله او د نورو هېڅ جواب رانغلو. درې ګڼې مې وويستې او اجمل خټک ته مې د چا پۀ لاس خط ولېږلو چې دغه صورتحال دے. دے دعوه کوي چې اجمل خټک تخيل پسنده ؤ ځکه نو ټول عمر به پۀ مستقبل کښې اوسېدلو. د حال سره د هغۀ څۀ کار نۀ ؤ.

    ګران ملګرے، نامتو ليکوال او نقاد فېصل فاران هم د دې خيال سره متفق دے، دۀ يو ليک کښې اجمل خټک رومان پسنده او تخيل پسنده ګرځولے بلکې ثابت کړے دے او داسې خلق کله هم د خپل جذباتيت او تخيل پسندۍ پۀ وجه سياست کښې ډېر کامياب نۀ وي. دا خبره ما او نورو د اجمل خټک نه څو څو ځله اورېدلې وه چې وئيل به ئې شاعرانو او اديبانو ملګرو راته وئيلي وو چې د سياست نه قلار شه. شاعري کوه او کتابونه ليکه خو زۀ سياست پورې نخښتے وم نو هغه شان ادبي خدمت مې ونۀ کړے شو لکه څنګه چې پکار ؤ خو بيا هم پۀ ادب کښې هغه د لوے مقام خاوند ګڼلے شي.

    بهرحال پۀ داسې حالاتو کښې چې کله اجمل خټک وطن ته راغلو نو ما ئې نۀ صرف د وړاندې نه څو کتابونه لوستلي وو بلکې د هغۀ پۀ حقله راته پوره معلومات وو. اکوړي ته لکه د نورو خلقو ملاقات له هم ورغلے وم، د هغۀ کور او حجره مې وليدل. حجره ئې د مېلمنو ډکه وه. زياتره پۀ کښې شاعران، اديبان ناست وو. زمونږ د کالج استاد او نوموړے ليکوال افضل رضا صېب موجود ؤ نو هډو هغۀ مې ورسره تعارف وکړو چې دا پۀ کالج کښې زما طالب علم ؤ اوس د صحافت مېدان کښې دے، شاعري کوي او نثر هم ليکي.

    څۀ وخت پس ته چې مېلمانۀ لږ کم شول نو پۀ حجره کښې يو قسم له غېر رسمي غوندې مشاعره شروع شوه. ما خو چې د “غېرت چغه” او د هغۀ د غزلونو کتاب “ګلونه تکلونه” او نثري کتاب “دا زۀ پاګل وم” لوستي وو نو همت مې نۀ کېدلو چې د دۀ غوندې لوے شاعر پۀ وړاندې څۀ کلام واورم خو کمال دا دے چې ځوانانو او نو اموزو لۀ ئې ډېر داد ورکولو او دغه داد ئې ماله هم ښۀ ډېر را کړو. وخت پۀ وخت به ئې هلته موجودو مشرانو شاعرانو مثل خان راهي، احمد شاه کسکر او افضل رضا صېب مخاطب کول او ورته به ئې وئيل واورئ دا د زلمو د جوش نه ډکه شاعري. مونږه چې دې عمر کښې وو نو کله مو داسې شاعري کولې شوه او داسې ئې زۀ او نور نوي ليکونکي داسې د ځانه ورک کړو چې توبه وباسه. خپل ئې هم څو غزلونه يو د اردو او بل نظم هم واورولو. دا ئې هم ووې چې د جلاوطنۍ دوران کښې مې ځنې نظمونه اردو کښې ليکلي دي.

    اجمل خټک د سياست پۀ مېدان کښې ؤ، زۀ صحافي وم. چرته کله کله چې پۀ لويه سطحه به کومه جلسه، مشاعره، غونډه، يا سيمينار ؤ نو هلته به ورسره ملاقاتونه کېدل، څو خبرې به ورسره وشوې. د هر صحافي کوشش دا وي چې د يو ليډر کومې غونډې، جلسې يا پرېس کانفرنس ته د خطاب نه وروستو د هغۀ نه داسې کوم سوال وکړي او يا داسې کومه خبره د هغۀ د خلې نه راوباسي چې د هغۀ رپورټ د نورو نه ممتاز کړي نو ما به هم دا کوشش کولو او کله کله به پۀ دې کښې کامياب هم شوم. د تقرير انداز ئې منفرد ؤ او د دۀ پۀ تقرير کښې به د باچاخان، ولي خان او د ځنې مشرانو پۀ قول د ارباب سکندر رنګونه موجود وو.

    کله کله به چې چرت کښې ؤ نو وئيل به ئې سياسي خبرې پرېږده، زمونږه خو ښکاره موقف دے چې د پښتون قام ګټه ،ښېرازي او ترقي غواړو. پۀ خپله خاوره خپل اختيار غواړو. څۀ د ادب خبرې به وکړو. ښه دا ووايه چې نن سبا کومې کومې ټولنې هفته وارې او د مياشتې غونډې کوي. تنقيدي اجلاسونه څومره کېږي. او پۀ دې کښې نظم ډېر تنقيد ته وړاندې کېږي او کۀ نثر.

    يوه ورځ ئې راته پرېس کلب پېښور کښې ووې هسې زما خيال دے چې د افغانانو دلته راتګ سره يو ښۀ کار دا وشو چې ليکوال يو بل ته نزدې شول، د يو بل نه ئې استفاده وکړه. زۀ چې نن سبا ليکونه ګورم نو صفا راته ښکاري چې مونږه د دوي او دوي زمونږه اثرات قبول کړي دي. بيا ئې پۀ خندا کښې ووې هغه ورځ مې د يو افغان ځوان ليکوال نثري ليک لوستلونو، پۀ هغې کښې ئې بيا بيا “ملاؤ” او “کهلاؤ” لفظونه ليکلي وو. دغه شان زمونږ د ليکونکيو پۀ نثر کښې هم “بايد” “يوه نړۍ مننه ” “ارزښت” وغېره ډېر ټکي استعمالېږي. پۀ فکري توګه هم ډېر يو شان والے راغلے دے او دا ښۀ خبره ده. کله کله به ئې پۀ ځنې جلسو کښې خصوصاً ادبي غونډو کښې د ابهام نه ډکې خبرې کولې لکه عموماً به ئې وئيل دوه خبرې دي يوه درته کوم او بله نۀ کوم. يوه خبره به ئې پۀ وضاحت سره وکړه خو کۀ د بلې خبرې متعلق به پرې چا زور راوړو چې بله هم وکړه نو اکثر به ئې قمر راهي صېب يادولو چې قمرزمان ته پته ده. يو ځل چا د قمر راهي صېب نه تپوس وکړو چې تاسو هغه دوېمه خبره وکړئ چې دا څۀ ده نو هغۀ ووې “څۀ درته ووايم. ما ته خو خپله پته نشته”.

    روښان يوسفزے صېب وائي چې يو ځل زمونږ کلي جلسۍ ته يوې مشاعرې له راغلے ؤ نو د تقرير پۀ دوران کښې ئې ووئيل ” زۀ چې ستاسو دې کلي جلسۍ ته راننوتم نو تاسو خبر يئ چې ستاسو د کلي دې کوڅو ماته څۀ ووې؟ خلقو چغې جوړې کړې، څۀ ئې ووې. مونږ ته ووايه. وې وئيل چې نۀ دا خبره درته نۀ کوم”.

    داسې ئې پۀ ډېرو موقعو کړي وو چې خبره به ئې وکړه خو بيا به ئې سرته نۀ رسوله. يا به ئې وئيل دوه خبرې دي. يوه درته کوم او بله نۀ کوم. ما ترې يو ځل تپوس وکړو خټک صېب تاسو تل داسې د ابهام خبره وکړئ، خندا کښې ئې ووې دا د تقرير خپل يو ترنګ وي. او بل دا چې کله مې ذهن ته يوه خبره راشي خو د هغې اظهار راته پۀ دغه موقعه مناسب نۀ ښکاري نو بس د وړومبے نه مې وئيلي وي چې يوه خبره کوم او بله نۀ کوم. بلکې کله کله پۀ کښې هغه دوېمه خبره وکړم خو خلق وائي جوړې خبره پاتې شوه ځکه چې دوي ورته متوجه نۀ کړم چې هغه دوېمه خبره دا ده.

    کله کله به ترې نه ما پۀ شخصي توګه د ادبي او صحافتي ژوند پۀ حقله مشورې هم اخستې لکه کله چې زۀ پۀ “ورځپاڼه غازي” کښې مدير وم. د صدر پېښور لوے ډاکخانې ته مخامخ ئې دفتر ؤ نو اکثر به ليکوال راتلل. مونږ له به د ورځې کار کول وو او دوي له به وخت ورکول هم پکار وو. ځوانانو ته به مو ووې چې دا کارکوو خو ځنې مشرانو به چې يو ځل د شعرونو ډائري پرانسته نو هله به ئې پرېښودلو چې هغه به ئې راته کۀ پوره نۀ وي نو نيمه ضرور اوروله. ما هسې يو ورځ د اجمل خټک نه پۀ دې حقله تپوس وکړو نو راته ئې ووې، شکر وباسئ دا اوسني خو ئې د ډائرو نه وائي. زمونږ وختونو کښې به مشرانو او خصوصاً اولسي شاعرانو ته خپلې سندرې، چاربېتې وغېره زباني يادې وې او د هرې سندرې، غزل او چاربېتې سره به ئې پس منظر هم بيانولو. سخت به ورته تنګ شوم خو مجبوري به وه. نو يو خو مې ځانله تکې تورې چشمې پېدا کړې. نو بې غمه به ورته مخامخ اودۀ وم اوکۀ راويښ به ئې کړم نو ورته به مې ووې. ډېر غلط کار دې وکړو. زۀ ستا دې کلام ته پۀ فکر کښې ډېر لرې تلے وم. اودۀ نۀ وم خو د دې کلام پۀ معنو کښې غرق شوے وم او کۀ خيال دې کړے وي نو بعضې خلق د خبرو پۀ وخت چې بنده ورسره نزدې ناست وي نو پۀ لاس ورله ټس ورکوي نو چې داسې بنده به ؤ او خوب به مې ترې نۀ شو کولے نو هغۀ ته به مې ووې اوس اوزګار نۀ يم. دا به زۀ پۀ فارغ وخت کښې ګورم. دې کښې ډېر ژوروالے دے، هغه دې رجسټر کښې دا کلام وليکه. بس هغه به چې پۀ ليکلو سر شو نو ما به هم خپل کار شروع کړو. او چې قلم به ئې کېښودلو نو ما به ورته وئيل يو بل وليکه. داسې چې لس اتۀ غزلې، سندرې يا چاربېتې به ئې ليکلې نو د دۀ به نور د زړۀ زور ډېر نۀ ؤ. د اجمل خټک د دې مشورې پۀ رڼا کښې ما هم يو لوے رجسټر پېدا کړے ؤ. بس چې څوک به راغلو نو ورته به مې وئيل دې کښې خپل منتخب کلام وليکه. د دې به ډېرې فائدې وې. يو به کارته اوزګار وو او بله دا چې کله به اخبار کښې د غزل، نظم يا نور څۀ ضرورت ؤ نو هغه رجسټر به مو کاتب ته حواله کړو.

    يوځل د پرېس کانفرنس نه وروستو ترې يو صحافي تپوس وکړو چې خټک صېب پۀ باچاخان او بيا وروستو ولي خان کښې صداقت ؤ. چرته د مفاداتو د پاره خرڅ شوي نۀ وو او نۀ خرڅېدل نو بيا ولې دوي لکه د نورو سياسي ليډرانو هغه شان کاميابي ونۀ موندله. اجمل خټک ووې دا تا چې څۀ ووې نو هم دې کښې ئې جواب شته. ګوره دا تۀ هم منې چې د باچاخان او ولي خان کردار صفا سوتره ؤ، پاتې شوه کاميابي او ناکامي نو دا خو د اولس کار ؤ چې ورسره يوځاے شوي وو. ولې اصل وجه دا وه چې زمونږ مشران نۀ خرڅېدل نو د دوي خلاف به ئې بدې پروپېګنډې کولې چې دا غداران او ملک دښمنه دي. دا پروپېګنډې به يواځې حکومتي واکدارانو نۀ بلکې مليانو او نورو هم کولې. ميډيا د دوي پۀ لاسونو کښې وه. حکومتونه دوي سره وو. نو هرڅۀ ئې کولے شول. بيا هم دا د خلقو مينه وه چې د هر قسمه سختو باوجود ئې دې ډلې سره خپله پښتو پاللې وه. او کۀ وګورې نو د نورو ډلو پارټو خبره تر اقتداره پورې وي. زمونږ مقصد اقتدار نه بلکې د اولس خدمت دے.

    د اجمل خټک د هلکوانې پۀ زمانه د اولسي شاعرانو دور ؤ، چې دې شاعرانو او اخونانو به خپلو کښې مقابلې کولې او چې کوم شاعر به في البديهه جواب نۀ شو ورکولے نو هغه به د خلقو پۀ وړاندې پړ کېدلو. دې کښې به څو قسمه مقابلې وې لکه اجمل خټک يوه ورځ وئيل دا ما نۀ وو ليدلي خو اورېدلي مې وو چې يو شاعر به د ګنډلو ستن خلۀ کښې نيولې وه او د نغارو سره به ئې چاربېتې وئيلې. بل قسم به داسې ؤ چې شاعر به اړونه پۀ چاربېتو کښې استعمالول او بل به ئې جواب کولو چې دا څۀ شے دے. لکه يو شاعر يوه چاربېته کښې وئيلي وو.

    پۀ لسو پښو چلند کوي پۀ يو ژبه ګفتار

    شاعره جواب زر را کړه چې دا کومه بلا ده

    د دې نه مراد قلبه وه چې د دوه غويانو اتۀ پښې وي ورسره دوه د دهقان شوې نو لس شوې او د ګفتار ژبه د دهقان وي چې اوازونه ورته کوي هاؤ، ګوټ، پوله وغېره.

    د خپل کلي د يو مشهور اولسي شاعر سيد محمد استاد واقعه به ئې بيانوله چې د هغۀ پۀ قول دا ورته صاحب ګل بابا اورولې وه چې کله سيد محمد استاد د شاعر پۀ توګه نوم پېدا کړو نو د خواو شا علاقو شاعران به ورپسې مقابلو له راتلل. يوه ورځ ورپسې يو شاعر د خپلو شاګردانو سره د نغارو راغلو او بازار چوک کښې ئې نغارو له ډنګ ورکړو. خلق را جمع شول. راغلي شاعر د چاربېتې سره داسې ووې:

    پټېږه مۀ جواب را کړه شاعره پۀ مېدان

    ګيدړ د اکوړي

    زر وکړه سلامونه قلنګ ومنه پۀ ځان

    پنځۀ سېره غوړي

    خو سيد محمد استاد هم ځان ته څوک وئيلو. هغه هم خپلو شاګردانو ته اشاره وکړه هغوي نغارو له ډنګ ورکړو او هغه د دې پۀ جواب کښې ووې:

    زمرے دے سيد محمد چې ورته راشي شغالان

    پۀ پړي ئې تړي

    زبان به درنه پرې کړمه پۀ توره د بيان

    الفاظ مې باجوړي

    عام اولس ته به هغه اشعار ډېر ياد وو کوم چې به د دغه مقابلو پۀ حقله وو ولې چې دې ته به ګڼ خلق را جمع کېدل نو اکثر شاعرانو به يو بل پۀ شعرونو کښې بې عزته کول. بيا پۀ خندا کښې اجمل خټک ووې ما چې شاعري شروع کړه نو ما پسې هم دوه زمونږ د علاقې اولسي نامتو شاعران غالب ګل استاد د کاکا صاحب او نور محمد د نوښار مقابلې له راغلي وو خو ما ورسره مقابله ونۀ کړه. خپله حجره کښې مې خلق را غونډ کړل او دوي ورته خپلې چاربېتې ووې چې ما او نورو واورېدلې. د دوي پۀ خيال زۀ دوي ته تسليم شوم. ما ورته ووې زۀ ستاسو سره مقابلې نۀ کوم. خو بيا پۀ وروستو وختونوکښې دوي زمونږ غوندې شاعري شروع کړه. مونږ سره د نوښار ادبي جرګه کښې ملګري شول خو تر اخره ئې د شاعرانه مقابلو شوق کولو تر ډېره دا د مقابلو شوق جاري وو. کۀ څۀ هم اجمل خټک د شاعرانو سره د مقابلو نه ځان ساتلو خو دوي پۀ اکوړي کښې “د بزم ادب” پۀ نامه ادبي تنظيم جوړ کړے ؤ چې هره هفته به ئې د جمعې پۀ ورځ اجلاسونه کېدل نو ځنې هغه شاعرانو چې دې تنظيم کښې شامل نۀ وو نو هغوي به بزم ادب کښې د شاملو شاعرانو خلاف شعرونه ليکل او هغه به ئې پټ پۀ پټه د اجمل خټک دوي حجره او بازار کښې غورځول چې دوي او نورو خلقو به لوستل. د دبزم ادب غړو کبير، کسکر، غمخور، سراج او شمس الرحمان به د دوي خلاف ښکاره شعرونه ليکل او لوستل. چا به چې د دوي خلاف شعرونه ليکل نو هغه به د “اشنا” تخلص لاندې پۀ فرضي نوم ليکل کول.

    د اکوړي بزم ادب ته دا اعزاز هم حاصل دے چې د نوموړي افسانه نګار نادرخان بزمي صېب د افسانو مجموعه ئې چاپ کړې وه چې دا د پښتو وړومبۍ افسانوي مجموعه ګڼلې شي او د دې نامه “پلوشې” ده چې اجمل خټک پرې مقدمه هم ليکلې ده.

    اجمل خټک ته زما يو کار پېښ شوے ؤ چې هغه ئې ما له نۀ ؤ کړے، څو ورځې خفه وم خو بيا مې ووې کېدے شي څۀ مجبوري ئې وه ګنې کلکه وعده ئې کړې وه خو پۀ دغه مسئله ورسره حاجي ګل صوفي، احمد شاه کسکر او نوبهار شاه خټک ښۀ پوره بحث کړے ؤ او دوي ترې څو مياشتې خفه وو. بيا ئې زۀ او دغه کسان يو ځل را وغوښتو او خپله صفائي او مجبوري ئې پۀ ډاګه بيان کړه نو بس خبره او ګيله ختمه شوه. قيصه داسې وشوه چې حاجي ګل صوفي او نوبهار شاه خټک ماسخوتن د “وحدت” اخبار دفتر ته راغلل. دغه ورځو کښې ما دغلته اخبار کښې د شپې کار کولو اوپۀ پرائيويټ توګه مې اېم اے پښتو له تيارے کولو چې نوبهار شاه خټک د دې نه خبر ؤ. دوي دواړه د ورځې اکيډيمي ادبيات پېښور دفتر ته ورغلي وو او ورته معلومه شوې وه چې د اردو ژبې د نوموړي شاعر خاطرغزنوي زوے د اکيډيمي ادبيات پېښور د مشر د پوسټ د پاره درخواست ورکوي او کۀ هغه راغلو نو کېدے شي د پښتو شاعرانو اديبانو ته به هغه شان توجه نۀ کوي نو ما ته دوي ووئيل چې تۀ درخواست وليکه ځکه چې دغه پوسټ د پاره د بي اے شرط دے او چې امېدوار د شعر و ادب سره تعلق لري. ما ورته ووې چې زۀ د ورځې يو غېر ملکي پراجېکټ کښې کار کوم. او ښۀ معقول تنخواه را کوي خو خېر دوي راته د دې نوکرۍ ډېر صفتونه وکړل. درخواست مې وليکلو او پۀ سبا له سحر دوي سره شېدو ته لاړم. هلته نه راسره احمد شاه کسکر ملګرے شو. د اجمل خټک حجرې ته اکوړي ته ورغلو، دغلته مثل خان راهي صېب هم زمونږ ملګرے شو. درخواست مو اجمل خټک ته حواله کړو. ډېرې د مينې خبرې ئې را سره وکړې او وعده ئې وکړه چې زۀ به ضرور ستا سفارش کوم دغه وخت دے اېم اين اے ؤ خو وروستو معلومه شوه چې زما پۀ ځاے ئې د خاطر غزنوي صېب د زوي سفارش کړے ؤ. ګيله مې ترې پېدا شوه. کلي ته ورغلم او دغه ټول کسان هم راسره وو. ما ته ئې ووې چې خفه نۀ شې خاطر غزنوي مې د زمانو اشنا ؤ، بل هغۀ راته ووې چې د کله نه مې د زوي مور مړه شوې ده نو سم لېونے شوے دے. ټوله ورځ کور کښې پروت وي. پۀ څۀ کار ئې ولګوه چې فکر ئې بدل شي، نو د هغۀ حق مې زيات وګڼلو خو حاجي ګل صوفي، احمد شاه کسکر او مثل خان راهي صېب ورسره خبرې واړولې خو شوے کار ؤ بيا څۀ کېدلے شول.

    اجمل خټک د ملک د موجوده سياست او جمهوريت نه مطمئن نۀ ؤ ولې چې دې کښې يوه خاص طبقه مخې ته راځي. د غريب اولس صحيح نمائندګان وړومبے خو نۀ شي منتخب کېدلے او کۀ فرض کړه منتخب شي نو وړاندې بې اختياره وي. د خپلې عقيدې او نظريې پۀ حقله ئې څو څو واره پۀ ډاګه وئيلي وو چې “وينه مې د خوشحال ده، تربيت مې د باچاخان دے، ذهن مې د مارکس او لېنن پۀ فلسفه راجوړ دے خو د يو پښتون او مسلمان پۀ حېث مې ايمان نۀ دے خراب کړے او پښتو مې نۀ ده هېره کړې”.

    پۀ خپل ژوند کښې ئې دا ټولې خبرې عملاً ثابتې کړې هم دي چې د خوشحال خټک نمسے ؤ. د باچاخان د قام پرستۍ پۀ نظريه تر مرګه قائم ؤ. پۀ شاعرۍ کښې ئې د طبقاتي نظام د غندلو سره سره د غريب اولس د حقونو خبره صفا ليدلے شي. د جلا وطنۍ دوران کښې ئې چيکو سلواکيه کښې داختر مونځ پۀ يوه لويه ګهرجا کښې يواځې ادا کړے ؤ. د بېت الله شريف حج له تلے ؤ او تر مرګه ئې د پښتنو او پښتو ادب د ترقۍ د پاره پۀ عملي او فکري توګه کار کړے ؤ. د خپلې بې مثله زور دارې او خوندورې شاعرۍ، نثر او سياسي هلو ځلو پۀ وجه به تل يادولے شي. خداے دې وبخښي.

  • ارواښاد ډاکټر خورشيد

    ارواښاد ډاکټر خورشيد

    د انسان د پېدا کېدو پۀ وخت کښې خوشحالي يو فطري عمل دے خو د مرګ پۀ وخت خفګان او ژړا يوه رسمي، رواجي او کلتوري حصه ده.

    هر انسان چې پېدا شي نو نوم ورله کېږدي. دا شاخت هر سړے د مرګ پورې او ځنې ئې د مرګ نه پس هم لري. د نوم د شناخت نه پس د انسان کړۀ وړۀ ، اخلاقيات ،عبادات او ټولنيزو غونډو کښې شرکت او د علم پۀ بصيرت دائمي شناخت جوړ شي.

    ليلونۍ د تور ژبو مياګانو سېدانو کلے او پوره د شانګلې د خلقو پير خانه ده. مينه کښې خواږۀ ولې خويونو، عادتونو کښې سخت دي.

    رسول خان ميا د ليلونۍ پۀ لويه کورنۍ کښې پېدا ؤ، ميا ؤ خو پۀ جرګو مرکو کښې د سر سړے ؤ. دغه وخت نيم قبائيلي دور د سوات پۀ بادشاهۍ جنګونه روان خو پۀ شانګله د رسول خان ميا د قابليت او مشرۍ نه انکار نۀ شي کېدے. د سوات بادشاه پټن کښې تحصيلدار او خوازه خېله کښې حاکم کړۀ. سوات کښې د وزيرانو او والي سوات اختلاف راغے. د رسول ميا مرحوم د وزيرانو سره ډله پره او تعلق ؤ. والي سوات ارواښاد رسول خان مشير کړه. ولې هغه د وزيرانو دوستي پرې نۀ ښودله . والي سوات برطرف کړۀ. د دۀ پۀ کور، حجره ئې د خلقو پۀ تلو پابندي ولګوله خو دۀ پۀ خپله ډله او دوستانو پابندي نۀ منله. دے به د هر دوست غم ښادۍ له تلو. پاکستان کښې يوه مارشلاء ولګېده او بله پۀ ليلونۍ ولګېده. د تاريخي قيصو او جرګو رسول خان مړ شو خو لا تراوسه هم ژوندے دے.

    د ميا رسول خان پۀ کور کښې دوه ستوري د ميا سرنزېب پۀ نوم او د ډاکټر خورشيد پۀ نوم پېدا شو. ارواښاد سرنزېب لکه د پلار پۀ خوئي سخت ؤ خو د مينې سمندر ؤ او ډاکټر خورشيد خو ټوله مينه مينه او د مينې قلندر ؤ. د دواړو ژبه خوږ وه او د علم حصول د دوي هدف ؤ. ارواښاد سرنزېب د مدرسې دادا شو او ډاکټر خورشيد هم ذهني، بدني او سماجي بيمارانو بابا شو.

    ټولنه د انسانانو د زيست، روزګار، استوګنې معاملاتو او تعلقاتو مرکز ؤ. سماجي بدلون او ترقي، خوشحالي ورکول د شعور فکر د خاوندانو فريضه ده. سماجي نظام ساکن نۀ شي پاتې کېدے. د سماجي بدلون د پاره نوي فکرونه پېدا کېږي، حرکت وشي، بغاوت وشي، نوے بدلون راشي او د بل بدلون اثرات تاثرات هم مخې ته ځي راځي. هر سماجي سېسټم کښې خپل بنيادونه او د دې د چلولو د پاره ادارې جوړې شوې خو د دې سماج پېدا کړې مسئلې نۀ پټېږي. نو د وختونو پوهانو د دغې مسئلو د پرېکړو د پاره نوے جديد فکر او نظر خور کړۀ. د دې نوي نظر پۀ جبر او زور مخالفت هم وشي او د دغو پوهانو پۀ ضد ناروا سلوکونه او پهانسۍ هم ورکړې شوې دي. خو بدلون ضرور راغلے دے، څوک وخت ولاړ پرېږدي؛ دا بې عقله او بې علمه جاهلان دي او څوک د وخت شاته بوځي، دا فرقه پرست او عقيده پرست دي. څوک چې وخت د ستړو او سختو مبارزو سره پۀ وړاندې بوځي دا د تاريخ ستوري د بشرياتو پوهان او د وخت اتلان دي. زۀ به دلته د قربانو پۀ بنياد د ليلونۍ دوه درې کسانو ذکر وکړم. چې دا د فکر، مبارزو او نظر خاوندان وو. پۀ دوي کښې يو ارواښاد سرنزېب دے، دے محض د کمېونسټ ګوند وړومبے غړے ؤ، بيا ښۀ قام پرست او وروستني حالاتو پۀ رڼا کښې د جماعت اسلامي کره ممبر ؤ خو مينه، اخلاق او جرګې د پلار نه ميراث کښې ورته پاتې وې او پۀ هغې روان او ولاړ ؤ. دوېم ارواښاد ډاکټر خورشيد چې پۀ پېشه ډاکټر ؤ خو چې د شاه فېصل خصوصي ډاکټر ؤ نو بيا هم کلک قام پرست ؤ، چې لندن کښې ؤ د پښتون زلمي د کاروايانو ليکلو او خپرولو ذمه واري هم د دۀ پۀ غاړه وه.

    دلته پۀ دې ليلونۍ کښې پۀ ډېره غريبه کورنۍ کښې ښائسته محمد پېدا شوے او ارواښاد سرنزېب او ارواښاد ډاکټر سياسي تربيه کړے. د پښتون زلمي د رياست خلاف سرګرميوکښې ګرفتار پۀ مختلفو تاڼو، د ټارچر د پاره وګرځولو. پۀ وجود معذوره او ذهني توازن ئې خراب شو خو د ګوند د سرګرميو او تسلسل نه تر مرګه قلار نۀ شو.

    د ډاکټر خورشيد پۀ يادونو او کتابونو مخ کتنې او دستورې شوې دي. ما پۀ هره مخ کتنه او دستوره ليک او تقرير کړے دے. ما ورسره د دوي پۀ کور کښې شپې هم کړي خو دوه څلور شپې چې ما کره ئې بونېر کښې کړي او د ممتاز خان باچکټي پۀ کور کښې د دۀ دنيا زما د روح او وجود حصه ده.

    د باچکټي پۀ دغه دستوره کښې شاکر بونېرے هم ؤ، نو ما اغاز پۀ دې ټکو وکړو چې شاکر زما نه شپږ کاله مشر او ډاکټر زما نه دوه کاله مشر دے. کشر پۀ مشر څۀ وئيلے نۀ شي خو چې زۀ ئې د دۀ نه اورم نو هم هغه به نورو ته اوروم.

    ډاکټر خورشيد د تشې پاڼې پۀ شکل کښې مونږ ته پروت دے نو پۀ دې تشه پاڼه ليکل به مونږه او نور پوهان کوي. زۀ د دۀ نه دوه کاله کشر يم خو د دۀ نه يوه پوښتنه کوم چې ډاکټر صېب ژوند دې پۀ فکر، عمل او مبارزو کښې تېر کړے. ځان ته بوډا وائي کۀ نه پۀ سپينه پاڼه ليک خو به مونږ کوو. د سياسي ګناهونو نه خبر يو خو کوم خلق ځوانۍ کښې ذاتي ورانې او پټې دندې وکړي نو بوډا توب کښې د جومات لار ونيسي او پۀ توبو سر شي. ولې کوم سياسي خلق د خپلې لارې نه بې لارې شي نو پۀ خپلو ملګرو پسې خبرې او لطيفې شروع کړي او ځنې د سحر پۀ بانګ کښې نوې ټپه شروع کړي. سپينه ټوپۍ پۀ سر، بستره پۀ اوږه او رائيونډ کښې دېره او د پنجاب دال وخوري. پښتون تلے وي، پنجابے را شي. د سياست خبرې کول ورته کفر ښکاره شي.

    ډاکټر صېب تاسو د بابا ګانو د سيوري لاندې پاتې شوئ، زدکړه مو کړې او د دوي عملونه مو پۀ خپلو سترګو ليدلي دي. د نوي کول زرګونه ځوانان تاسو تربيه کړي او د سياست د لوبې چل مو ورته ښودلے دے. اوس پۀ ټوله دنيا د ښځې حکومت دے. د دې نوم امريکه ؤ. پۀ پاکستان کښې د سړي حکومت دے اول ئې سړے دے وس نشته خو نوم ئې پنجابے دے او هم پښتنو کښې د بې اتفاقۍ حکومت دے. زۀ پۀ ډاګه او وياړ وايم چې ډاکټر خورشيد درست باچاخانے دے. پۀ لار روان ولي خانے او مقصد ئې د اجمل خان خټک او د هغۀ پېروکار دے . منم چې اوسني حالاتو کښې د تجارت وسيله د جرنېلانو سلامي او د وزارت کرسۍ د سترګو رپ معامله ده خو د باچاخان ژوند او فلسفه دا ده چې اتفاق وکړئ. ډله بازي مۀ کوه د خدمت د پاره ګوند له سړي پېدا کړئ. پارټۍ له د سړو د پاره خدمت مۀ پېدا کوئ.

    ادارو د نصاب خاتمه وکړه، ځوانانو له ئې فېس بک، لېپ ټاپ لاس کښې ورکړو. ازادو تعليمي ادارو د پښتنو ژبه، تاريخ او کلتور ورک کړۀ. هانګ کانګ به يو شي، د روس اتۀ رياستونه د خپل قا پۀ نوم جوړ شي، شمالي کوريا او جنوبي کوريا به يو شي، شرقي او غربي جرمن يو شو خو پښتون به چرته د عالمي او داخلي دښمنانو دلاسه يو نۀ شي. کوئټه او پېښور به جدا وي ، قبائيلي ضلع به چرته هم اسفنديار خان او محمود خان مشران نۀ کړي. محمود خان به د بلوڅو سره قامي جنګ کوي او اسفنديارخان به دلته قامي جنګ کوي. د قامي جنګ د پاره نه بلکې د اسفنديار ولي خان د جنګ د پاره پۀ هره هفته کښې نوي قامي پارټۍ جوړېږي؛ چې د خپل دې وخت جائزه اخلو نو دا خبره ډېره واضحه او ښکاره ده چې دلته درميانه طبقه او خاص طور خود ساخته اديبانو، شاعرانو کښې دا خبره پۀ کثرت کښې شته چې ځنې دوي کښې د نرګيست ښکار دي. د خپل ځان او د خپلې عقيدې او نظريې نه علاوه بل هېڅوک هم نۀ مني او ځنې د احساس کمترۍ ښکار دي، بل څوک نۀ شي خوړے نو خپل ځان پۀ خپله خوري. ډاکټر خورشيد احساس مايوسۍ ته کفر وائي. وعظ ، نصيحت د ملا کار دے. د مفکر، دانشور کار سياسي شعور خورول او پۀ سياست کارکنان پوهه کول دي. ډاکټر صېب وئيلي او ليکلي دي چې مونږ ته درې باباګانو عملونه ښودلي، جېلونه تېر کړي او تاريخونه ئې پرېښودلي دي. پکار دا ده چې اوس پۀ دې دور کښې سياست کوو نو د وختونو پۀ نبضونو، د کارکنانو پۀ نبضونو او د وخت د تقاضو پۀ نبضونو هم لاسونه کېږدو.

    ما پۀ يوه دستوره کښې ډاکټر ته ووې، ډاکټر صېب تۀ ډاکټر يې پۀ مرض ښۀ پوهېږې. داروګان هم ليکې، کۀ مريض ستاسو ليکلي داروګان نه خوري نو پۀ دې کښې ستا ګناه او قصور نشته، غلطي او غولتي (دهوکه) دوه جدا معنې لري، غلطي بد مقصد نۀ لري خو غلتي د ټګمار کار دے. د دهوکې د پاره ئې کوي خو ستا مې دا خوي خوښ دے چې خپله خبره او خپل هدف پۀ ډاګه کوې. ما نه پۀ ډيلي کښې يو اخبار نويس تپوس وکړو چې پاکستان باره کښې ستا نظر څۀ دے؟

    ما ورته ووې زۀ د دښمن ملک د خوشحالولو خبره نۀ کوم خو زما نظر دا دے چې پاکستان ازاد شوے نۀ دے. دا د يوې خارجي تجارتي کمپنۍ لکه د موټروے جوړ کړے شوے دے. د چلولو سټېرنګ ئې د پنجاب پۀ لاس کښې دے. پۀ برېک ئې د فوځي بوټ پروت دے او د ګېر د بدلولو پۀ کلچ ئې د مذهب څپلۍ پرته ده. د اشارو استاذ ئې امريکه ده او تېل ورته سعودي عرب اچوي، ما د ځان د پاره دا خبره پټه وساتله کۀ دے تپوس کوي چې کۀ دا موټر سخا شي نو پاکول به ئې څوک کوي، هغه خبره خو دا ده چې دا سخا موټر پۀ مونږه پښتنو صفا کوي.

    ارواښاد ډاکټر خورشيد د سياسي تاريخونو د ښودنو استاد، د بشريانو د علومو ماهر د تربيتونو سبمول او د علومو ډکشنري ده. د دۀ پۀ ليکونو کښې د درې باباګانو يادونه، قولونه او عملونه پراتۀ دي. پۀ دې ګرځندويه سفير پسې به ګرځېدل غواړي. د ډاکټر کۀ دا خبره پۀ دې موقع او موضوع ونۀ ليکم نو زۀ به تاريخي مجرم شم. ډاکټر وئيل چې زۀ، خټک بابا او ولي خان بابا ناست وو چې سياست تاسو متعارف او خلق مو د سياست پۀ خوږو ترخو خبر کړۀ. تۀ د عمر پۀ کچه دور کښې زندان خانې ته لاړې خو د ليډر پۀ شکل کښې کور، کلي او اولس ته راغلې. ولي خان بابا خټک صېب ته ووې سياست خو تاسو غني کړو. اديبانو او شاعرانو اودۀ قامونه راويښ او سياسي ميدان کښې مونږ ته کښېنول. پۀ دې کښې شک نشته چې تاسو شاعرانو او اديبانو سياست او سياسي ميدان دواړه ګرم کړي دي ولې برېت پرې مونږ تاوهو. سياست د شاعر نه بې غېر يتيم دے او بې د اديبه بې ادبه دے.

    د ارواښاد ژوند د مبارزو او قامي حقونو ترجمان پاتې شوے. پۀ ډاډ او پۀ ډاګه وئيلے شم چې ډاکټر خورشيد د باچاخان د عقيدت نه علاوه د فلسفې قايل او وارث ؤ. باچاخان د خپل قام د حقونو د پاره پۀ ((ويل چئير)) کښې راتلو. باچاخان د قام د حقونو لار نۀ وه پرېښودلې او ډاکټر صېب د باچاخان لار نۀ وه پرېښې.

  • غني خان او ملا

    غني خان او ملا

    د خان عبدالغني خان متعلق دا سوال د لر و بر د پښتنو پۀ ژبه عام دے چې غني خان د ملايانو ولې مخالف دے او دا پښتنې پښتانۀ ځکه کوي چې پۀ پښتو معاشره کښې د ملا يو ډېر لوړ مقام دے ولې چې ملا د پېغمبر پۀ منبر ناسته کوي او د دغې پاک او مبارک منبر نه مونږ ته د الله د دين تعليم پۀ داسې انداز کښې راکوي لکه چې الله پله تلونکې نېغه لار هم د دۀ پۀ برخه رسېدلې ده. پس هم دغه وجه ده چې کله بيا څوک هم د ملا پۀ کردار ګوته پورته کوي نو عاميان پښتانۀ پۀ دې سوال پوښتلو مجبوره شي او څوک لاړ شي د مولايانو نه تپوس کوي او څوک د شاعرانو او اديبانو نه پۀ دې ډول تپوسونه شروع کړي چې غني خان د ملا مخالفت ولې پۀ دومره ستغه توګه کړے دے.

    خو زۀ ژاړم د عامو پښتنو پۀ دې نصيب چې د يو اړخ نه ورته هم تسلي بخش او د انصاف پۀ تله برابر ځواب تر غوږو نۀ شي او دغه رنګې د غني خان تشخص او د هغۀ د برېښنا پۀ شان سپين ايمان د پښتنو پۀ ذهنونو کښې ابهامي ګردشونه کوي ولې چې پۀ غني بابا مئين شاعران او اديبان ورته دا منطق وړاندې نۀ کړے شي چې نه جي نه !! غني خان خو د علما مخالف نۀ دے بلکې د ملايانو مخالف دے او څوک چې عالمانان دي نو غني خان به د هغوي ډېر احترام کولو او دا کوم مخالفت چې د بابا پۀ شاعرۍ کښې تاسو ته پۀ نظر راځي نو دا د ملايانو سره دے ولې چې پۀ ملا او عالم کښې ډير لوے فرق دے کنه، د دې صاحبانو پۀ نزد ملا بې علمه ديندار ته وئيلے شي او عالم د علم خاوند ته.

    او کوم ساده ګان چې د ملايانو نه د غني خان د دغې رويې تپوس وکړي چې غني خان ولې ستاسو مخالفت کړے دے نو هغوي ورته پۀ ځواب کښې دا ارشادات عنايت کاندي چې غني خان بې دينه دے او سور کافر دے ولې چې غني د باچاخان زوے او د ولي خان مشر ورور دے او باچاخان د هندوانو ملګرے او ولي خان د روسيانو مرستيال ؤ.

    اوس انصاف پۀ تاسو ولې چې دې دواړو ډلو عاميانو پښتنو ته د هغوي د سوال ځواب پۀ داسې تناظر کښې ورکوي د کوم نه چې دا څرګندېږى چې دواړه طرف ته ځواب ورکونکي د حق شناسۍ له ګوهره بېخى محرومه دي ولې چې نۀ خو غني خان بې دينه او کافر دے او نۀ غني خان د ملا او عالم ترمېنځ افتراق کړے دے.

    د ځينې اديبانو او شاعرانو د دې ړوند منطق چې پۀ ملا او پۀ عالم دين کښې فرق وي زۀ پۀ دې ډول شرحه صدر کول غواړم چې درې شلې او شپېتۀ يو شے دے، څوک چې د مذهب د علم زده کړه کوي نو هغوي ته پۀ پښتو ژبه کښې چڼي وئيلے کېږى او څوک چې د مذهب علوم بل ته ښائي نو هغۀ ته مونږه ملا وايو. د دې مثال به زۀ داسې وړاندې کړم لکه چې څۀ رنګې زمونږ پۀ پښتنه سيمه کښې د طالبانو پۀ نوم او د طالبانو پۀ جامه کښې چې څومره د پښتون قام وينې وبهولې شوې او دغې ناولي کردار چې پښتانۀ څومره ازار کړل او دغې ازار چې د پښتنو پۀ زړونو کښې د طالبانو کومه کرکه کښينولې ده او بيا د دغې کرکې اظهار چې د پښتو ژبې زلمي شاعران پۀ ګڼ شمېر سره پۀ خپلو نظمونو او غزلونو کښې کوي او څوک عامي د يو شاعر نه دا سوال وپوښتي چې طالب خو د مذهب علوم زده کوي نو تاسو ئې ولې پۀ دومره شدت سره مخالفت کوئ، ځکه چې د طالب کوم ناولے مخ چې يو باشعوره او سترګور شاعر ته پۀ نظر راځي نو ضروري نۀ ده چې هغه مخ دې يو عام پښتون ته هم ښکاره وي نو د دغې سوال پۀ ځواب کښې کۀ شاعر دا ووائي چې نه صېبه د مذهب علوم چې څوک زده کوي هغوي ته خو پۀ پښتو ژبه کښې چڼي وئيل کېدے شي او مونږ خو د چڼو سره څۀ اختلاف نۀ لرو بلکې د هغوي مونږ ډېر احترام کوو او دا مونږ چې څوک مکروهه او کږلي ګڼو نو دغه خو چڼي نۀ دي بلکې طالبان دي، ايا دا جواب کۀ چا شاعر چا عامي ته ورکړو نو د هغۀ د زړۀ تسلي به پرې وشي يا دا ځواب څۀ منطق او معقوليت لري ولې چې د عاميانو پۀ مشاهداتو کښې خو هم طالب چڼے دے او چڼے طالب دے. د عامي د سوال پۀ ځواب کښې د شاعر دا فرض جوړېږي چې هغه دې عامي ته د تورو نه سپين بېل کړي، داسې نه چې د پوهې خاوند دے د ناپوهو د تپوسونو پۀ بدل کښې د جهل څرګندونه وکړي ولې چې ناپوهه خلق د خپلو سوالونو پۀ سبب ځانونه د جهالت د تورو کندو او غارونو نه راوباسل غواړي او د علومو او د پوهې او د منطق سپينو ښاريو ته د دغسې سوالونو د درست جوابونو پۀ توسط سره د داخلېدلو ارمان لري خو قربان شم د ننني دور د ځنې قلمکارو نه څوک چې د شعور او د پوهې د تږو تنده د جهالت پۀ جامونو سړوي.

    زۀ خو د دې پېشن ګوئۍ سره هم يوه ذره اتفاق نۀ لرم پۀ کومه کښې چې ځنو د قلم صاحبانو دا انکشاف کړے دے چې د غني خان پۀ کلام به درې سوه کاله پس پښتانۀ پوهېږي ولې چې دا رنګې نامعقوله مقولې د لټوونکو او څېړنکارو او علم دوسته او شعور خوښو پښتنو پۀ تحقيقي ذهنونو باندې د پېړو پېړو د پاره د تورتم او د جهل جرندې لګول دي، تاسو يقين وکړئ چې د کله نه ما د غني خان پۀ کلام د شرحې کولو سلسله پۀ سوشل ميډيا باندې شروع کړې ده نو د ډېرې تعجبي خوشحالۍ پۀ برکت د کتونکو د زړونو نه زما د پاره دعاګانې خېژي او هغوي ماته پۀ خپلو پېغامونو کښې وائي چې صېبه!! تاسو پېړۍ ورځو او هفتو له راوستې، تاسو زمونږ د پوهې او څېړنو فاصلې ډېرې رالنډې کړې ولې چې زمونږ پۀ ذهنونو کښې خو دا کرونده شوې وه چې د بابا پۀ کلام به پښتانۀ درې سوه کالونه پس پوهېږي او لۀ بده مرغه مونږه هم پۀ خپلې دغې بدنصيبۍ د صبر د تريخ جام پۀ څښلو مجبوره شوي وو. زۀ د خپل ليک پۀ توسط د پښتون رسالې د دې شمارې نه تاسو ته دا زېرے درکول غواړم چې د سکولونو، کالجونو او يونيورسټيو د طالب علمانو او استاذانو نه علاوه د ډېرو مذهبي او ديني مدرسو او دارالعلومو بې شماره چڼي مليان او مفتيان ماته پېغامونه راستوي چې مونږ خو د غني خان زبرګي او ولايت اوس ومنلو ولې چې تر اوسه خو هغه زمونږ پۀ نظر کښې کافر او بې دينه ؤ، د ډېرو خانقاهګانو پيرانو هم د بابا کرامات تسليم کړل او زما سره ئې پېغامونه هم د ثبوت پۀ توګه موجود پراتۀ دي.

    يو مشهور پښتون مفتي صېب ماته د ستائنې پۀ غرض فون وکړو نو ما ترې پۀ خندا خندا کښې تپوس وکړو چې صېبه تاسو خو د علم خاوندان يئ، دا تاسو ولې د غني خان پۀ کلام نۀ پوهېږئ نو وئيل ئې د قسمت پۀ عنوان چې غني خان کوم اوږد نظم ….

    ملا جان وائي ازل کښې تا ليکلے هر يو کار دے

    يو له سترګو کښې شفق دے بل له هسې ګليخار دے

    ليکلے دے نو پۀ دې نظم خو زما دماغو هډو کار نۀ کولو خو ستاسو د وضاحت نه پس مې پرې ښۀ برابر شرح صدر وشو .

    دوېم ظلم او زياتے د غني خان د ذات او کلام سره زمونږ د پښتنو هغه اهل قلم کوي چا چې د مذهب علوم پۀ سينو کښې خوندي کړي دي او څوک چې ځان ته د پېغمبرانو وارثان وائي ولې چې بې شماره عاميان پښتانۀ چې د دوي نه د غني خان متعلق دا پوښتنه کوي چې غني خان ستاسو مخالفت ولې کړے دے نو د دوي ځواب ورته دا وي چې غني خان خو يو بې دينه او کافر انسان ؤ او دغه رنګې زما ګيله د ملايانو نه هم پېدا شي ولې چې دوي هم د خپلو سايلانو پۀ زړونو باندې د غني خان بابا متعلق څوک چې بلا شک و تردده د الله يو لوے مقرب ولي دے، د جهالت مهرونه لګوي، دوي هم محض د ناپوهۍ پۀ نتيجه کښې د بابا سره ذاتي عناد لري ولې چې دوي خو د سردار على ټکر پۀ اواز د غني خان دا شعرونه سماعت کړي دي لکه چې وائي…

     

    راشه راشه ساقي راشه درې درې ملا درې

    پۀ ما باندې بدې لګي ستا پخې پخې خبرې

    يعنې د ملايانو پۀ نظر کښې بابا د ملا نه نفرت کوي ولې چې ملا د دين ستن ده او غني خان د دين نه بېزاره دے نو ځکه بابا ملا ته درې درې وائي خو افسوس پۀ دې چې ظاهربينه ملا د دې نظم پۀ مقطع کښې هم دغې ملا صېب ته ډېر پۀ ارت زړۀ بلنه ورکوي او وائي ورته…

     

    راشه راشه لېوني له جام اوچت کړه مسلمان شه

    د رندانو پۀ مذهب شه جنتي پۀ دې جهان شه

    اوس معلومه دې وي چې رندان د تصوف پۀ ژبه کښې هغه خلقو ته وئيل کېږي د چا زړونه چې پۀ خپله د الله د پاکې مينې نه ډک وي او د نورو پۀ زړونو کښې هم د خپل کردار او ګفتار پۀ سبب د الله د مينې کرونده کول غواړي.

    نو ظاهره شوه او لوستونکي به ښۀ پوهه شوي وي چې د بابا د ملا سره پۀ څۀ اختلاف ؤ. غني خان د ايمان او د عرفان د علم د معيتِ خدا د اصولو او د عشقِ خداوندي د نعمت نه پۀ بشپړه توګه باندې مالامال ؤ او د کوم خداے سره چې بابا بې کچه او بې غرضه مينه کوله نو ملا د هغې خداے پۀ نمائندګۍ کولو کښې بېخي ناکامه او نامراده دے او د ځان سره ټول اولس هم د شهوت او د غضب پۀ دغه تورو کندو کښې پرېباسي نو ځکه د غني خان د زړۀ نه وتلې څړېکې نظم شي او پۀ دغه نظمونو کښې بيا بابا فقط ملا خپل مخاطب جوړ کړے ولې چې بابا د حقيقي علم خاوند دے او کۀ چرې ملا بې علمه وي نو بابا به چرې هم پۀ خپل کلام کښې د ځان مخاطب نۀ جوړولو لکه څنګه چې د بابا پۀ کلام کښې چرته هم دا ثبوت نۀ شي موندل کېدے چې ګنې غنى خان د بې علمه خلقو سره همکلام شوے دے. دا خو ملا د علم ګوډے دے ځکه ورسره بابا بحث او تکرار کوي، بابا چرې هم د ملا د علم نه انکار نۀ دے کړے او نۀ ئې چرې ملا بې علمه او جاهل ګڼلے دے لکه چې بابا ملا ته مخاطب دے او وائي ورته چې:

    تۀ د مينې بې خبره تۀ د حسن نه منکر يې

    يعني دا ورته نۀ وائي چې ملا صېب تۀ د علم نه بې خبره يې، لکه څۀ رنګ چې زمونږ د ځنې شاعرانو او اديبانو دا تصور دے چې ملا بې علمه ته وئيل کېږي، بلکې علم درسره ډېر دے خو د مينې او د حسن د دولت نه محرومه يې، د کوم د تلاش بلنه چې ورته غني خان پۀ جار ورکوي .

    پس !!! ملايان دې هم د غنى خان پۀ ذات کردار او اشعارو غور وکړي چې ايا دا شعرونه د يو بې دينه او کافر انسان د زړۀ اواز جوړېدے شى لکه چې وائي :

    هر ټټو براق دے چې وي سور د محمد (ص) پۀ شان

    هر څپر کعبه ده چې اوسېږى ابراهيم پکښې

    هره لار مکې ته ځي چې نيت دې د مکې وي

    هر لحد ګلشن دے چې ورو ورو لګي نسيم پۀ کښې

    يا يو کافر سړے د الله سره داسې راز و نياز کولے شي، تشريح به ئې ان شاءالله پۀ راتلونکې شماره کښې تاسو لوستې شئ لکه چې وائي…

    ستا د مينې پۀ صحرا کښې زۀ سور پړق د لالا نۀ شوم

    ستا د باغ کشمالے نۀ شوم خور لوګے پۀ هوا نۀ شوم

    ستا د سترګو مشغولا له ما کچکول ګونګرو وانۀ خيست

    سودائي خپلې سودا کړم مجنون ستا پۀ سودا نۀ شوم

    يو ګوټ يخې اوبۀ نۀ شوم چې غرمه وه کربلا وه

    هر خمار جانان جانان شو هر خمار بلا بلا ده

    زۀ د سرو ګلو غرور شوم د کرلو بوستان نۀ شوم

    ستا د ګوتو پۀ پردو کښې لکه سر بنديوان نۀ شوم

    راشه وګوره دلبره دا ما څۀ پۀ څۀ بدل کړه

    څه دې راکړۀ اے جانانه څۀ دې راکړۀ څۀ مې درکړه

    الغرض غني خان د ملا مخالف نۀ دے بلکې بابا د ملا همدرد او خېرخواه دے، د بابا مقام د ملا د مقام نه ډېر لوړ او اوچت دے ولې چې صرف عالم نۀ دے بلکې بابا عارف باالله او عاشق باالله دے او ملا د عرفان او د عشق د ګوهر نه محرومه دے ځکه ورته غني پۀ خپلو کلامونو کښې د عشق تعليم ورکوي کوم ته چې اختلاف نۀ شي وئيل کېدے ځکه چې غني خان هم عالم يعنې ملا دے او غواړي چې ملا د علم نه عشق يعنې د ادنٰى نه ئې اعلٰى مقام ته ورسوي لکه چې ملا ته مخاطب دے او وائي…

     

    ځه چې ورله لاړ شو پۀ خندا پۀ چورلکونو

    ګرانه ده دا لاره پۀ نفلونو او غمونو

    ګوره ايتونه دي ګلونو کښې ګلونو کښې

    تل رڼا رڼا وي د مئينو نظرونو کښې

    ځه چې پۀ خندا دې د رڼا جهان له بوځمه

    مست لکه سخوندر دې پۀ ډرقا جانان له بوځمه

    او ستا د چونياڼۍ پۀ خوا کښې ماله برنډه پۀ کښې

    پورته به کړو ښکلے د اسلام سپينه جنډه پۀ کښې

    بل ته به ئې حرم کړو مونږ به کوو ګلي ډنډه پۀ کښې

    خوره د مېوه جاتو حلواجاتو دا ونډه پۀ کښې

    وا د اتڼ منځ پۀ کښې او لنډه دې څنډه پۀ کښې

    ټول عمر مړ کړے ملاجانه څۀ ترې جوړ نۀ شو

    دغې جوارۍ ته وې پولاٶ شه او پولاٶ شه

    او کۀ تۀ زما منې زما خو داسې خوښه ده

    ياره ملاجانه پۀ دې بله تۀ راتاٶ شه

  • غني خان او ماحوليات

    غني خان او ماحوليات

    کله چې بابا ادم او حوا ابۍ له جنت نه بهر کړے شول نو د دوي د قدرتي ماحول سره واسطه راغله، دتن ،بدن سره سره د هوا، سيلۍ او زول طوفان نه د ځان بچ کولو لپاره دوي ته د پنا ضرورت ؤ او دا ورته د ونو بوټو،د پاڼو څانګو له برکته ترلاسه شول او داسې د انسان د خپل ماحول يعنې چاپېرچل سره تعلق او رشته يا تړون پېدا شو. او دغه تړون لۀ هغه وخته تر نن جاري دے. مونږ دغه اونې بوټي د خپل هر ضرورت لپاره پکار راولو۔ کټ کرسۍ، ورونه، کړکۍ ،امسا او اور بلولو نه علاوه د خوراک لپاره مونږ اونو بوټو ته محتاج يو.

    د انساني ابادۍ د زياتون سره پۀ ماحول ډېر اثر پرېوتلو۔ پخوا چې لوے لوے مشينان نۀ وو او هرکار به پۀ لاسونو سره ترسره کولے شو نو ماحول محفوظ ؤ ځکه چې د ژوند ټول دارومدار پۀ ماحول ؤ۔ ولې کله چې نوي نوي مشينان ايجاد شول او کار د مېنول نه مشيني شو نو د ماحول تباهي هم شورو شوه۔ لکه د تېلو د ډېر زيات استعمال سره پۀ فضا کښې کاربن جمع شو کوم چې د ګرين هاوس د اغېز سوب شو۔ داسې د ځنګلو د بې انتها کټ کولو پۀ نتيجه کښې پۀ ماحول کښې د بدلون سوب شول۔ د ابادۍ سره د ودانو لپاره غرونه، ځنګلونه او نورې مځکې هوارې شوي او دغه عمل ډېر پۀ تېزۍ سره روان دے۔ سائينس پوهانو پۀ دې حقله ډېر خبرداري ورکړي دي او پۀ دې لړ کښې ګامونه هم اخيستلے شي چې د انساني مصروفياتو لۀ کبله پۀ ماحول اغېزې کمې کړې شي۔ پۀ دې لړ کښې دعلم خاوندانو وخت پۀ وخت د اولس توجه دې اړخ ته د راګرځولو د پاره هڅې کړې دي۔

    کله چې ډي ډي ټي او نورو کېميائي موادو د ژوو او زنده سرو د خاتمې لپاره استعمال عام شو نو پۀ امريکه کښې د دې پۀ نتيجه کښې مرغۍ ختمې شوې۔ يوې سائينسدانې محترمه ريشل کارسن ته يوې ملګرې خط وليکلو چې کۀ د ډي ډي ټي او نورو کېميائي موادو سپرے کول داسې جاري وو نو يو وخت به راشي چې هېڅ يوه مرغۍ به نۀ وي۔ د دې خط نه اثر اخيستلو سره ريشل کارسن چې د مېرين بيالوجي او بيالوجي ماهره وه تحقيق وکړو او يو کتاب ئي وليکلو “خاموشه پسرلے”، هغې پۀ دې کتاب کښي وليکل چې کۀ د کېميائي موادو استعمال دا رنګ جاري ؤ نو يو وخت به راشي چې پسرلے به وي خو يوه مرغۍ به هم نۀ وي چې سندره ووائي۔ او دا به خاموشه پسرلي وي۔ هغې د دې کېميائي موادو د بندولو لپاره حکومت ته خواست وکړو۔ دې محترمې ته د امريکې لوے لوے انعامونه ورکړے شول او پۀ ټؤله نړۍ کښې وستائيلې شوه او پۀ ډي ډي ټي او نورو کېميائي موادو پۀ استعمال پابندي ولګېدله۔

    کله چې ريشل کارسن دغه کتاب ليکلو نو پۀ هغه زمانه غني خان چينجي نظم هم ليکلے ؤ، د دې نظم نه علاوه هغوي د ماحول پۀ مناسبت سره ډېر نظمونه ليکلي دي۔ ولې لۀ بده مرغه دغه هر څۀ پۀ تيارو کښې پټ دي او پښتانۀ د هغوي دغه نظمونه تش د ټوقو ټقالو او خنداګانو لپاره لولي۔ غني خان پۀ ځناورو او مرغو هم ليکل کړي دي، د هغې ښۀ او بد صفتونه ئې بيان کړي دي۔ کوم چې د دې خبرې عکاسي کوي چې هغوي پۀ ماحول ژور نظر لرلو۔ او د دې ټولو نه ئې اولس خبرولو او د دې اهميت ئې ور پۀ ډاګه کولو۔ د دې نه علاوه ئې د سبزو پۀ اهميت هم رڼا اچولې ده۔

    دا نظمونه د تفريح طبع لپاره دي خو د دې اهميت د دې نه ډېر اوچت دے او هغوي د هغې مقام پۀ کاينات کښې واضح کړے دے۔

    غني خان يورپي ملکونه هم ليدلي وو او د خپل وطن حال ورته هم ښۀ معلوم ؤ۔ ليکوال او شاعر د قام نباض وي۔ او غني خان ته د خپل قام نفسيات معلوم وو نو هم له دغه کبله هغوي د نظم او بيا پۀ نظم کښې د مزاح انداز بيان خوښ کړے ؤ۔ او پۀ خپلو نظمونو کښې ئې پۀ مزاحيه انداز کښې خپل مقصد او مدعا بيان کړي دي۔

    پۀ “چينجي” نظم کښې هغوي د چينجو او کېميائي موادو پۀ نقصانونو باندې خبرې کړې دي خو انداز ئي بدل دے او پۀ مزاح او ټوقو کښې ئې مدعا بيان کړې ده۔ غني خان پۀ دې نظم کښې ډېره زبردسته منظر کشي کړې ده، د اونو بوټو اهميت ئي د هغې د حسن او ښائست پۀ بيان کښې ښکاره کړے دے، لکه چې وائي (دغني کليات ،کابل چاپ مخ ۳۹۹)

    بل کال ئې نقشې جوړې د جنت د نظارو کړې

    هر خواته بس ګلونه او ګلونه او ګلونه

    سپرلے نۀ ؤ جنت ؤ يار وعدې د وفا کولې

    هر ګل يوه وعده هره غټۍ دعا سلام

    باغچه د بوټو نۀ وه، مناره وه د اميد

    هر ښاخ د مېوې ډک د يار د مينې ؤ پېغام

    چينه وه کۀ چره وه، بابا سيند ؤ، که لښتے ؤ

    هر څاڅکي د اوبو کښې راز د حسن ؤ دوام

    بيا چې کله پۀ دې باغ چينجي ولګي نو د دارو او بابو غم ئې ژړلے دے او پۀ ډېر ښکلي انداز کښې د دوايانو او سپرے ګانو جاج اخيستلے دے۔ کۀ چرې مونږ د نن سبا سائينس او د ماحولياتو مطالعه وکړو نو هر چاته معلومه ده چې اوس سائيدانان د دوايانو سپرے کولو مخالفت کوي او دا تجويز کوي چې پۀ پټو کښې د سپرے پۀ ځاے فطرتي طريقې استعمال کړئ۔ د دې لپاره نورې لومې راپېدا کړې۔ زۀ دوه کاله اګاهو د کشمير مچهيارا کلي ته لاړم، پروګرام مو کولو۔ نو هلته راته د زراعت او ځنګلاتو يو ماهر ووئيل چې دلته يوه مرغۍ موندلې شي او يو وخت دا ډېرې زياتې وي۔ د کلي د خلکو خيال ؤ چې دا فصل دوي زمونږ نه ختموي۔ فصل ښۀ ډېر کېدلو خو خلکو د دې مرغو پۀ ختمولو لاس پورې کړو۔ دوه کاله پس مرغۍ ډېرې کمې شوي۔ خو ورسره فصل هم کم شو۔ نو بيا تحقيق شورو شو چې دا ولې۔ نو پته ولګ\يدله چې پۀ دې مځکه او فصل کښې يو چينجے پېداکېږي او چې فصل پخېږي نو دا ښۀ زيات شي او ورسره دغه مرغۍ هم راشي او دغه چينجے خوري۔ يعنې د دې مرغو خوراک دغه چينجے دے او چې مرغۍ ختمې شوې نو د چينجي مزې شوې۔ بيا د کلي خلکو دغه مرغۍ پۀ نورو سيمو کښې اخيستل او نيول شورو کړل، راوړلې به ئي او دلته به ئې پرېښولې ولې نقصان ډېر وشو۔ مطلب دا دے چې الله تعالیٰ هر څۀ د يو خاص مقصد لپاره پېدا کړي وي ولې انسان پۀ کښې لاس وهنه کوي او توازن خراب کړي۔ کوم چې پۀ ماحول اثر اچوي۔

    غني خان پۀ مېږي نظم کښې پۀ يو شعر کښې د مېږي د ټولې خوارۍ خبره پۀ ډاګه کړې ده لکه چې وائي (د کابل چاپ کليات مخ ۵۲۹)

    د کل جهان صفائي ستا پۀ ټېکه ده

    ستا نوکري پۀ چين ما چين پۀ امريکه ده

    اوړے او ژمے هاړ پشکال

    ستا دغه لار وي او دغه خيال

    د قدرت قانون دے چې پۀ پسرلي کښې اونې شنې شي، بوټي ګلونه شي نو د هرقسمه زنده سري راشي اوپۀ اونو بوټو کښې دېره شي، جاخ جيخاړ جوړ کړي۔ جولا راشي او جاله اوودي۔ د اونو بوټو پاڼې خړې پړې شي، دوړې خاورې او چينجي او نور زنده سري پۀ کښې ونخښلي۔ کله چې موسم اوړي نو مېږي راشي او د دې پاڼو نه مړۀ زندسري، ژوي او نور خوراک راغونډوي او خپلو سوړو ته ئې وړي او داسې اونې بوټي بالکل داسې صفا ستره شي لکه چې جارو پرې څوک ووهي او وئې وينځي۔ دغه رنګ مېږي دا صفائي کوي۔

    کارغان او ټپوسان پۀ هغه مځکه ډېر وي چې چرته مردارې ډېرې وي۔ انسان خو دغه مردارې واخلي او پټو يا ډېران ته ئې واچوي۔ دغه ټپوسان او کارغان راشي مرداره وخوري۔ مطلب دا چې دغه ځناور خپله ډيوټي کوي۔ الله چې ورته څۀ حکم کړے دے هم هغه پوره کوي۔ ولې انسان پۀ کښې د خپلې خوښې لپاره ګوتې ووهي۔ اونې پرېکړي، غرونه هوار کړي او ځنګلې پرېکړي۔ دغه رنګ دغه ځناور ټول لاړ شي او توازن خراب شي۔

    غني خان يو ډېر پوهه، زيرک د ماحولياتو ماهر ؤ۔ هغوي د ښائست او حسن شېدا وو ۔ هغوي پۀ هر څۀ کښې حسن لټولو او د فطرتي حسن استازے ؤ، ټول اولس ته ئې ماحول سره د دوستۍ درس ورکړے دے۔

    خو پۀ پښتنو کښې پېدا ؤ او د پښتنو مزاج بدل دے۔ د يورپ وګړو چې د خپلو پوهانو کتابونه ولوستل نو هغوي ئې اسمان ته وخېژول، دهغوي پۀ نامه ئې لايبرېرۍ، سړکونه، ودانۍ او د هغوي مجسمې ئي جوړې کړې او پۀ نړۍ کښې ئې ياد کړل۔ او نن پۀ ټوله دنيا راج کوي۔ ولې پښتانۀ هغه شان د تباهۍ سره مخ دي او يو افت ترې نه ځي او بل راځي۔

    نن زمونږ غرونو سيندونو اوسيمو ته د مارغانو سېلونه نۀ راځي، دلته زاڼې سندرې نۀ وائي ځکه چې د هرې اونې او بوټي لاندې ټوپک پۀ لاس ښکاري ناست وي۔

    خپله خبره دغني د يو نظم نه پۀ دې انتخاب ختموم (کليات مخ ۵۲۵ کمتر)

    نۀ دې جنګ نۀ دې غم شته سوچه مينه بې نفرته

    نۀ دې چل نۀ دې دوکه شته ياري پاکه بې علته

    الوتۀ دې هم د سېل دي د مستۍ د بازيګرو

    کۀ بوډا شې هم پېښې کړې د وړوکو توتکرو

    غونډې سترګې دې معصومې د رڼا اتباره ډکې

    پېمانې د سرو شرابو د خندا د ياره ډکې

    کاش چې زۀ هم ستا پۀ شان

    اے کمتره مستانه وے

    چې نۀ غم وے نۀ ارمان وے

    بس خندا او يارانه وے

  • ولي خان سره انټرويو

    ولي خان سره انټرويو

    نوټ: (د خان عبدالولي خان سره دا انټرويو ښاغلي اديب جاوداني کړې وه چې پۀ نومبر 1984 کښې پۀ “مون” ډائجسټ لاهور کښې چاپ شوې وه او يو ځل څو کاله وړاندې “پښتون” کښې خپره شوې وه. مونږ ئې د هغې ادارې پۀ مننه د امجد شهزاد صېب پښتو ترجمه خپلو لوستونکيو ته يو ځل بيا وړاندې کوو.)

    سوال : خان صېب د پاکستان د قيام اساس پۀ دوه قومي نظريه اېښودے شوے دے او دا ملک مونږ د قائد اعظم پۀ قيادت کښې د بې شمېره قربانيو نه پس حاصل کړے دے ولې دوه کاله وړاندې تاسو پۀ خپله يوه انټرويو کښې د پاکستان د جوړېدو کرېډټ د انګرېز پۀ کهاته کښې اچولے دے. د دې شوشې اصل حقيقت څۀ دے. تاسو في الواقعي څۀ داسې خبره کړې وه؟

    جواب : د لاهور يوې هفت روزه “چټان” زما سره منسوب کړې يوه انټرويو چاپ کړې وه حالانکې دغه قسم څۀ انټرويو ما سره نۀ وه شوې خو د پاکستان د قيام متعلق چې کومه خبره ما سره منسوب کړې شوې ده ما د هغې ترديد نۀ ؤ کړے ځکه چې دا خبره ما د “چټان” د يو نمائنده پۀ وړاندې کړې وه. پۀ اصل کښې زۀ د برصغير د ازادۍ متعلق يو کتاب ليکم او پۀ دې سلسله کښې د برصغير د ازادۍ او تقسيم متعلق د لندن پۀ انډيا افس لائبرېرۍ کښې ما د ځنو دستاويزاتو مطالعه

    کړې وه. زما خبره د دغې دستاويزاتو پۀ حواله وه. کۀ چرې د 1937 نه تر 1943 د دور د هند د وائسرائے او برطانيې د وزير اعظم ترمېنځه د شوي خط و کتابت مطالعه وکړې شي نو دا خبره پۀ ډاګه کېږي چې پاکستان څنګه جوړ شو، چا جوړ کړو او ولې ئې جوړ کړو؟ پۀ دغه خط و کتابت کښې دا خبره موجوده ده چې پېرنګے د برصغير د تقسيم نه بغېر د دې د ازادۍ پۀ حق کښې نۀ ؤ او پېرنګي د وائسرائے د اېګزېکټيو يو رکن سر ظفرالله خان باندې د هند د تقسيم يوه منصوبه جوړه کړه. د دې يو نقل د ال انډيا مسلم ليګ صدر محمد علي جناح ته او يو نقل د رياست دکن وزير اعظم سر اکبر حېدري ته ولېږلے شو چې د مسلم ليګ او برصغير مسلمانان دا منصوبه خپله کړي.

     

    سوال : کۀ ستاسو خبره درست هم ومنو چې د پاکستان پۀ قيام کښې د انګرېز څۀ دلچسپي کېدے شي، هر کله چې د پاکستان د قيام د تاريخ پۀ حواله چې کوم شواهد را مخ ته شوي دي د هغې نه خو صرف دا پته لګي چې د قيام پاکستان مخالفت نۀ صرف هندو بلکې انګرېز هم کړے ؤ.

    جواب : د پاکستان قيام څۀ حادثه نۀ وه، دا د برصغير د تاريخ يو باب دے د تاريخ هر سنجيده طالب علم د پاکستان د جوړېدو پۀ محرکاتو کښې د برصغير د تقسيم پۀ حواله د پېرنګي دلچسپۍ ته پۀ اسانه رسېدے شي. پۀ اصل کښې پېرنګي د سوويت يونين پۀ صورت کښې د يو لوے طاقت راختل ليدلي وو. پۀ سوويت يونين کښې سوشلزم رائج ؤ او پېرنګي د سوشلزم د يلغار د مخنيوي دپاره د يو داسې رياست وجود ضروري ګڼلو کوم چې د اسلام قلعه ثابته شي. پېرنګے د ترکي نه واخله تر سنکيانګ پورې د روس پۀ مرۍ کښې د ول اچولو خواهشمند

    ؤ.

    سوال : خان صېب دوه قامي نظريه علامه اقبال پۀ 1930 کښې د ال انډيا مسلم ليګ پۀ کليزه غونډه چې لکهنو کښې شوې وه پۀ خپل صدارتي خطاب کښې وړاندې کړې وه. تاسو چې د 1937 نه تر 1943 پورې د دوي پۀ دستاويزاتو انحصار کوئ او دا خبره د سر ظفرالله خان پۀ کرېډټ کښې اچوئ نو دا تاسو د تاريخ سره نا انصافي نۀ کوئ؟

    جواب : آل انډيا مسلم ليګ دا دوه قومي نظريه پۀ لاهور کښې د 1940 پۀ کليزه غونډه کښې خپله کړې وه د دې نه وړاندې د پېرنګي د طرفه د ظفرالله خان د تقسيم هند د منصوبې نقل مسلم ليګ ته

    ورکړے شوے ؤ.

    سوال : خان صېب! تاسو د لندن پۀ انډيا افس لائبرېرۍ کښې د موجوده دستاويزاتو پۀ حواله د هند د تقسيم دا نوے تاويل وړاندې کړے دے، وئيلے کېږي چې د دغه دستاويزاتو پورې صرف ستاسو رسائي کېدے شي څوک بل پاکستانے تر اوسه دې ته ولې ونۀ رسېدو؟

    جواب : څوک وائي چې زما نه علاوه بل پاکستانے دغه دستاويزاتو ته نۀ دے رسېدلے؟ د دغه دستاويزاتو پۀ حواله چې کله پۀ اخبارونو کښې خبرونه چاپ شو نو د پاکستان حکومت هلته د اتو کسانو يو ټيم لېږلے ؤ. زۀ چې کله پۀ اخري ځل انډيا افس لائبرېرۍ ته لاړم نو د لائبرېرۍ ډائرېکټر ماته دا خبره وکړه. زمونږ پاکستانيانو هلته د ډائرېکټر نه ګيله کړې وه چې هغۀ د دغه دستاويزاتو فوټو سټېټ ماته (ولي خان ته) ولې ورکړے دے. هغه د دوې پۀ خبره پوه نۀ شو ورته ئې ووې تاسو هم پېسې خرچ کړئ او د دې نقلونه حاصل کړئ. دغه ټيم د دستاويزاتو نقلونه راوړي دي او دغه نقلونه اوس د پاکستان حکومت سره موجود دي.

    سوال : ملک چې دا وخت د کوم سياسي بحران سره مخ دے پۀ دغه بحران به څنګه قابو بيامومو؟

    جواب : پۀ دې خو پوره کتاب ليکلے شي د دې پۀ

    عواملو کښې د ټولو نه اهمه خبره دا ده چې زمونږ حکومتونو د پاکستان د جوړېدو نه پس قامي ادارې ودې ته نۀ دي پرېښې؟ انسټي ټيوشنز ټول تباه کړے شوي دي. دا وخت صورت حال دا دے چې زمونږ پۀ قامي ادارو کښې يوه هم پۀ مستحکمو بنيادونو ولاړه نۀ ده. مقننه (قانون سازه اسمبلي) پۀ دې ملک کښې نشته او کوم ائين چې پۀ 1973 کښې د ملک منتخب نمائندګانو جوړ کړے ؤ هغه شاته غورځولے شوے دے. د پي سي او د نفاذ نه پس چې د عدليې کوم وقار پاتې شوے دے هغه د چا نه پټ پناه نۀ دے. د انتظاميې نه د يو سړي ذاتي ملازمين جوړ کړے شوي دي. فوج د دې ملک او قوم محافظ دے ولې هغه اوس پۀ نورو کارونو کښې مصروف دے. پۀ دې حالاتو کښې پۀ ملک کښې د زياتېدونکي اړي ګړي مخنيوے څنګه کېدے شي؟ پرېس هم پابند دے. زمونږ خلاف د دروغو خبر چاپ شي مونږ د هغې ترديد کوو هغه هيڅوک نۀ چاپوي. ګوره کنه د دنيا د ټولو طاقتور ملک امريکه ده او د دنيا د ټولو نه بااختياره سړے د امريکې صدر وي خو وګورئ اخبارونو او ذرائع ابلاغ د نکسن کوم حشر وکړو. پۀ يوه مهذبه معاشره کښې هم دا ادارې وي چې د يو رياست د پاره د بنيادي ستنو کار ورکوي. دلته دا څلور واړه ستنې د خپل خپل ځاے نه خوځولې شوي دي. ما جنرل ضياء الحق ته دا هم وئيلي وو چې تا د ملک د تعمير او ترقۍ بوج پۀ يواځې ځان تن تنها اخستے دے. کۀ تاسو د سېمسن او ډي لائيلا قصه اورېدلې وي داسې وګڼئ چې جنرل ضياء الحق د سېمسن کردار لوبوي. څنګه چې سېمسن د ډي لائيلا پۀ چکر کښې تباه شوے ؤ د اقتدار ډي لائيلا جنرل محمد ضياء الحق هم پۀ هغه لاره بيائي. مختصراً به زۀ دومره ووايم چې خبره ډېره وړاندې تلې ده. د تباهۍ پۀ لاره مونږ دې مقام

    ته رارسېدلي يو د دې ځائے نه د واپسۍ لاره نشته.

    سوال : بهارت خپل فوج زمونږ سرحدونو ته اچولے دے او عام خيال دا دے چې مسز اندرا ګاندهي د خپل اولس توجه د اندروني کشالو نه اړولو د پاره پۀ پاکستان فوج راچولو ته ځان جوړوي. تاسو پۀ دې حقله څۀ وايئ؟

    جواب : مونږ چې د امريکې نه کومه وسله اخلو سوال دا پېدا کېږي چې دا وسله به مونږ کوم ځائے استعمالوو، د چا خلاف به ئې استعمالوو؟ امريکه کۀ مونږ ته درې مليونه نه، درې سوه مليونه نه، درې زره مليونو ډالرو وسله هم راکړي نو سوال دا پېدا کېږي چې د دې وسلې پۀ زور مونږ د سوويت يونين سره جنګېدې شو؟ نۀ شو جنګېدې. کۀ مونږ د سوويت يونين سره نۀ شو جنګېدې نو لازمي خبره ده چې هندوستان به پۀ دې سوچ مجبوره وي چې پاکستان د دۀ سره د جنګېدو د پاره وسله راجمع کوي. زۀ دا نۀ وايم چې اندرا ګاندهي هره خبره درسته کوي زۀ صرف دا وايم چې يو طرف ته خو مونږ هندوستان ته د جنګ نۀ کولو د معاهدې پېشکش کوو بل طرف ته پۀ افغانستان کښې د سوويت يونين د موجودګۍ پۀ جواز ځان پۀ وسله برابروو سره د دې چې پۀ دې هم پوهېږو چې مونږ د سوويت يونين مقابله نۀ شو کولے پۀ دې حالاتو کښې کۀ د جنګ نۀ کولو پۀ پېشکش د اندراګاندهي له اړخه څۀ مثبت جواب نۀ راځي نو پۀ دې کښې د حېرانۍ څۀ خبره ده. هندوستاني فوج زمونږ پۀ سرحدونو پروت دے نو پۀ دې حالاتو کښې ايا د حکومت دا فرض نۀ دي چې قام پۀ اعتماد کښې واخلي. مونږ د دواړو طرفونو نه راګېر يو. زۀ وايم چې فوج دې واپس خپل کار ته لاړ شي. هغه چې پۀ کومو کارونو کښې مصروف دے دا داسې ده لکه څوک چې ووائي ولي خان به ټېنک چلوي، جهاز به الوځوي، ايا زۀ دا کارونه کولے شم؟ فوج د يو سړي نۀ وي. فوج د پير پګاړا نۀ دے، د نوابزاده نصر الله خان نۀ دے، زما نۀ دے، زمونږ د ټولو دے. فوج د دې ملک محافظ دے. د فوج حېثيت همېشه د سياست نه بالا ساتل پکار دي. کۀ فوج پۀ سياست کښې ملوث شي نو هغه خو فوج پاتې نۀ شي هغه خو سياسي پارټي شي. چې کله هغه سياسي پارټي شي نو پۀ ما لازم دي چې د هغې پۀ کردار تنقيد وکړم، کۀ زۀ د فوج پۀ کردار تنقيد کوم نو د فوج پۀ وقار کښې به فرق نۀ راځي.

    سوال : تاسو سوال راپورته کړے دے چې پاکستان ته د امريکې نه راتلونکې وسله به د چا خلاف استعمالېږي، ايا تاسو به د دې سوال جواب راکړئ چې بهارت کومه وسله د روس نه راجمع کوي دا به د چا خلاف استعمالېږي؟ د جنرل ضياء الحق د طرفه چې بهارت ته د جنګ نۀ کولو د کومې معاهدې پېشکش شوے ؤ د بهارت د طرفه د هغې څۀ مثبت جواب رانغلو، د جنرل ضياء الحق پۀ دې پېشکش او د بهارت پۀ سردمهرۍ او خاموشۍ باندې څۀ تبصره کول خوښوئ؟

    جواب : پۀ ظاهره د هغوي موقف دا دے چې د هغوي د سرحد يوه لويه برخه د چين سره لګېدلې ده کوم چې د دنيا درېم لوے طاقت دے خو زما خيال دے چې د وسلې راجمع کولو پۀ منډه کښې د بهارت کردار زمونږ نه مختلف نۀ دے. دا يوه عجيبه خبره ده چې پاکستان او بهارت چې 37 کاله وړاندې يو ملک ؤ او د دواړو ملکونو خلقو يو ځاے ژوند کولو نن د يو بل د مرۍ پرېکولو دپاره وسله راجمع کوي. د انساني فطرت تقاضا دا ده چې هېڅ يو انسان تل د جنګ جګړې خواهشمند نۀ وي. زۀ پۀ ذاتي توګه دا غواړم چې د دواړو ملکونو ترمېنځه د جنګ نۀ کولو اصول د زړۀ نه قبول کړے شي د بدقسمتۍ نه زمونږ ترمېنځه درې جنګونه شوي دي. د دې جنګونو نه کم از کم پاکستان ته هېڅ فائده نۀ ده شوې. دې جنګونو دواړه ملکونه د يو داسې تکليف ده صورت حال سره مخ کړي دي چې دواړه ملکونو خپله ټوله توجه د غربت او بې سوادۍ پۀ خلاف د جهاد کولو پۀ ځاے د خپل خپل دولت زياته برخه د وسلې پۀ راغونډولو ضائع کوي. دا د هندوستان د پاره هم څۀ د فخر مقام نۀ دے، هندوستان او پاکستان ته د سېکنډي نيويا مثال پۀ وړاندې کېښودل پکار دي. سويډن او ناروے هم يو ملک ؤ، هغوي جدا شو خو د يو بل مرۍ ئې پرې نۀ کړې.

    سوال : صدر مملکت جنرل ضياء الحق چې بهارت ته د معاهده عدم جارحيت کوم پېشکش کړے دے پۀ دې باندې د اندرا ګاندهي د طرفه څۀ مثبت ردعمل څرګندونه ونۀ شوه. تاسو پۀ دې څۀ تبصره کوئ؟

    جواب : داسې قسم پېشکش دواړو ملکونو کښې يو نه يو له ډېر مخکښې کول پکار وو. جنرل ضياء الحق کۀ د داسې قسم پېشکش کولو پۀ وخت قوم يا سياسي مشران پۀ اعتماد کښې اخستے وې نو زۀ به پۀ دې د تبصرې کولو پۀ ښۀ پوزيشن کښې وم. زۀ خو صرف دا وئيلے شم چې هر هغه کس کوم چې د دواړو ملکونو د خېر ښېګړې خواهشمند وي د دې حقيقت نه انکار نۀ شي کولے چې هندوستان او پاکستان له د مهذبو ملکونو پۀ شان اوسېدل پکار دي.

  • پښتنه ټولنه او عدم تشدد

    پښتنه ټولنه او عدم تشدد

    پښتانۀ سیاسي فعالان د قامي سياست پۀ اړه خپل يو حقيقي نظر لري، پۀ دلیل سره اختلاف رايه د هر چا حق دے او پکار ده چې د مکالمې او زغم روايات مونږ خوارۀ کړو خو د عدم تشدد د فکر پۀ اړه چې مونږ د جنجال خورولو پۀ ځاے د دے اهميت او حقيقت واضحه کړو، ځان د دے ستر فکر پۀ حقيقت اورسوو او د يو فکر سره پۀ پوره کمټمنټ باور او سر خلاصي ودرېږو. عدم تشدد او قام پرستي کوم جذباتي يا وړوکے عمل نۀ وي بلکې دا د اسلام، پښتو او ټولې نړۍ د بشر دوستۍ پۀ ژغورنې ولاړ سپېځلے فکر دے چې پښتانۀ ورته نن هم د هر چا زياته اړتيا لري .

    د ډير وخت نه د پښتنو ټولنه د اخ وډب او تشدد ښکار ده. د پښتنو د جنګونو رواياتو د پښتنو پۀ ټولنيز نفسياتو هم جور اثر کړے، دغه جنګونه کۀ د تاريخ د زرګونو کلونو نه زمونږ د جغرافيې د نړيوال ارزښت سوب ګرځېدلي خو بلخوا دا هم د پښتنو لپاره د پخوا نه تر اوسه ننګونه ده چې پۀ حېث د قام دوي د خپلې جغرافيې نه تر اوسه ګټه نۀ ده اخيستې، فقط جنګونه ئې دود ګرځېدلي، د هرې شخړې حل پۀ تشدد لنډ راويستل ورته سم کار ښکاري، هم دغه دوام داره جګړو داسې تاثر د پښتنو پۀ اړه پۀ نړۍ کښې هم جوړ کړے چې دا جنګ خوښي، وحشيان او هر وخت د ځان او د بل مرګ ته وږي ناست خلک وي خو د دې قام تاريخي شاليد داسې نۀ دے، د پښتنو فطرت جنګجويانه نۀ دے. کۀ پښتانۀ فطرتا جنجګو وې نو جرګه مرکه، ننواتے، روغه جوړه به د دوي ترمېنځ کله هم دومره ستره نۀ وې. کۀ پښتانۀ وحشيان وې نو د امن او انسانيت ستر ستر تهذيبونه به پۀ دې خاوره نه زېږېدلې ځکه خو د پښتنو تاريخي نفسيات مونږ ته دا وائي “خبره پۀ خبرو خلاصیږي”، يا وائي د جنګ دې برے هم ورک شي او لرے هم، “کلي پۀ زور نۀ کېږي”، اول ئې پړ که نو بيا ئې مړ که، زور پۀ زارې نه کمېږي ،هرڅۀ پۀ نره کېږي خو وروري پۀ ګوذاره کېږي ، او داسې نور ډېر بېشماره مثالونه. غني خان چې پخپل کتاب دي پۀټان کښې ډېره سپينه وئيلې ! ( “In to lerance in patahan society is due to a long dose Of ( “passiverism given by Budism

    ژباړه : پښتانۀ کۀ د بود مت پۀ جامه کښې ډېر پرامنه، قلار، او غېر متشدد بت منونکي پاتې شوي خو بلخوا ئې د اسلام د قبلولو سره يو د خوځېدونکي خوي سره د خپل هنر او کلتور پۀ ضد جنګي بت شکن تصورات هم پۀ غاړه کړي.

    پښتنانه پۀ تاريخي توګه ډېر کم پۀ اتفاق شوي خو دا اوسنے سياسي انتشار د ازادۍ نه پس ډېر شو او سياسي مرکزيت مو پۀ ګڼو لارو سره وېشل شو.

    کله نا کله پۀ پښتونخوا وطن کښې ځنې داسې پېښه وشي چې ځنې خلک پۀ جذباتو کښې وائي بس نور ټوپک راواخلئ او بله لار مو نشته، پۀ عدم تشدد مو غرق کړو، دا د بېغېرتوب خبرې پرېږدئ، دا خبرې زياتره هغه خلک هم کوي چې پۀ عمر کښې چرته د قامي غبرګون پخوا نه وي ورغلي. ولي خان به داسې جذباتي پښتنو ته د ثور انقلاب پۀ وخت کښې کتابي انقلابيان وئيل او اوس ورته فېس بکي انقلابيان وئيل شي.

    خان زمان کاکړ وائي چې د قام پرستو يو لوے شمېر هم د بده مرغه د بنياد پرستۍ ښکار دي، جذبات پرې کله داسې زورور شي چې بس انقلاب ورته د کور مخې ته پۀ انتظار ناست پۀ ډولۍ کښې پروت ښکاري.

    د تشدد پلوي خلک زياتره د جذباتو او نفسياتي ستونزو ښکار وي، د پښتنو ټولنې دننه دغه افراط او تفريط هم پۀ سياست کښې دے هم پۀ مذهب کښې او هم پۀ ټولنيز ژوند کښې ننوتے.

    د دغه تندروې او تشدد پلو شعارونو شاته هېڅ کوم مذهبي تقديس نۀ وي ځکه دلته د اسلام پۀ سپيځلي دين هم څوک ځان نۀ پوهه کوي، د يو حکم شاليد علل او اسباب نۀ ګوري، هر سړې مفتي هم دے قاضي هم دے او جلاد هم، داسې پښتانۀ پوه کول مو مرام دے.

    هم دغه راز پۀ عدم تشدد هغه څوک پوهه کول لازم دي چې څوک پرې باور ساتي خو چې څوک دغه نظريه مني نه نو خپله خوښه ئې ده خو دا هم حقيقت دے چې دغه سوچونو پښتانۀ پۀ سياسي فکري توګه منتشر کړي او دغه انتشار د چم نه واخله تر پارليمان پورې او د کلي نه واخله تر ښاريې خور دے او د پښتنو پۀ بربادو کښې دغه سياسي انتشار بنيادي لامل دے.

    حقيقت دا دے چې کله هم يو قام خپلې قامي ستونزې حل کوي نو د هغې لپاره ډېر پۀ سوچ او تدبر وړاندې تلل وي، دا عمل کله تر پېړو پېړو هم اوږد شي خو داسې کېږي کۀ ځان له غلط شوې خېر دے خو کۀ قام دې غلط کړو نو نسلونه به تباه کړې.

    پۀ تاريخي توګه پۀ نړۍ کښې د اولسونو قامي غورځنګونو پۀ تشدد او وسلواله مبارزه هم خپله خپلواکي ګټلې او پۀ عدم تشدد هم. د امريکا د يو پوهنتون څېړنيز رپورټ وائي چې زياتره قامي تحريکونه د تشدد پۀ نسبت پۀ عدم تشدد بريالي شوي. د ايرکا چېنويت او ماريا سټيفن د يو څېړنيز زيار ترمخه پۀ نړۍ کښې پۀ تېر سل کاله کښې چې 323 قامي تحريکونه پاتې شوي نو پۀ هغې کښې دوه برخې تحريکونه پۀ عدم تشدد بريا ته رسېدلي څۀ ناکام شوي او څۀ برخه پۀ تشدد بريا ته رسېدلې .

    د پښتنو پېښ سياسي چاپېريال هېڅکله هم د تشدد جوګه نۀ دے ډېر پښتانۀ چې عدم تشدد ته بېغېرتوب وائي خو تشدد خو څۀ چې د عدم تشدد پۀ لار کښې تش زندان تللو ته هم نۀ شي ټينګېدے نو د ځان مرګ کور کلي او بچي پرېښودل خو ډېر لوے کار دے .

    د ولي خان د وېنا ترمخه د پښتنو قامي مسئله پۀ دې رياست کښې د حقوقو د ګټلو او د ملک دننه د قامي وحدت ده.

    څوک هم کۀ د تشدد فکرونه ساتي نو دغه فکر د پښتنو پۀ ګټه نۀ دے.

    ښاغلے سميع الدين ارمان د عدم تشدد پۀ اړه د فکري جنجال سپيناوے څۀ داسې کوي! نَن چې زۀ کله کله پۀ پښتنه خاوره د یو طویل ناتار پۀ تاریخ نظر زغلوم او د وسله والې مبارزې او د عدم تشدد تقابل کوم نو پۀ فکري، سیاسي، تهذیبي او واقعاتي حوالو راته د عدم تشدد ورکړې څرګنده ښکاري خو نۀ پوهېږم چې نوې کهول بيا هم د دے مصنوعي او خارجي استعماري ګهتکې چې عدم تشدد مونږ له څۀ راکړل؟ نه ولې کله کله متاثره شي؟ دوي دې د وسله والې مبارزې ورکړې راڅرګندې کړي؟؟ او بل چې دا چغې د باچاخان وهي او بیا دهمکیانې یا ارادې د وسله والې مبارزې ښکاره کوي، د بدل او انتقام یادونې کوي یا د عدم تشدد پۀ حقله د کومې مایوسۍ ښکار وي باید د تاریخ پۀ پاڼو کښې د مخکښې نه خپل انجام وګوري.

    اول پۀ دې ځان پوهول پکار دي چې عدم تشدد دے څۀ او عدم تشدد مونږ ولې لازم بولو؟ هم دغه راز د تشدد د مبارزې سره پاتې شوي مشران هم زمونږ اتلان دي. طارق پښتونيار د ډاکټر خادم حسېن د کتاب پۀ سريزه کښې ليکي چې د پيرنګي د وخت نه د پښتنو پۀ خاوره د ظلم جبر او دسيسو داسې سائنسي جالونه خوارۀ کړے شوي وو چې لا تر اوسه دوام لري، د هغې مقابله يوازې پۀ تشدد کله هم نۀ شي کېدے دعدم تشدد قامي مبارزه دا جوتوي چې د تاريخي قامي مبارزو شاته ولاړه فلسفه د قام د ازادۍ او خپلواکۍ پۀ نن پېښ چاپېريال کښې پۀ ډېر جديد منظم سياسي سائنسي شکل باندې مخکښې بوتلل دي چې دغه اړتياوې تشدد کله هم نه پوره کوي بلکې اوس د پښتنو سیاسي جغرافيائي پېښ چاپېريال داسې جوړ دے چې تشدد دا قام نور هم پۀ ازمېښتونو کښې اچول دي ځکه د قام لارښودانو له پکار ده چې د عدم تشدد حقيقي اړخ او قوت اولس ته روښانه کړي او د سياسي شعور پۀ لار د مقابلې توان پکښې پېدا کړے شي .

    د اولس پۀ خپل اجتماعي غږ او زور باندې باور پېدا کول پکار دي چې نن سبا پۀ پرمخ تللې نړۍ کښې د اولس د غږ نه بل هېڅ زورور نشته. عدم تشدد د خپل هر اړخيزه مفکورې پۀ اساس يو ډېر ستر قامي مزاحمت دے چې پۀ هر وخت کښې د قامونو پۀ ګټه تمامېږي.

    عدم تشدد د تاريخ پۀ دغه مهمه دوره کښې تر نن ولې دومره ستر او لازم ؤ؟ دا هغه پوښتنه ده چې بايد هر قامپال پښتون د دې پۀ ځواب ځان ډېر سم پوهه کړي او هېڅ د تردد او ګډوډي ښکار نۀ شي. د پېرنګي نه وړاندې چې د پښتنو پۀ خاوره څومره هم يرغلونه او انداښتونه د بهرنو خلکو لۀ خوا شوي نو د دغه ټولو پۀ نسبت د ټولو نه زياته بربادي او تلپاتې نقصانونه او ضرورنه د پېرنګي لۀ خوا د پښتنو خاورې ته د هرچا نه زیات وو. د پيرنګي موخه تل لپاره د هندوستان پۀ خاوره تر د پښتنو پۀ ځيګر خپله پنجه ټينګ ساتل او د دوي د خاورې او وسائلو کلک ځبېښاک ؤ او د دغه موخې پۀ ترسره کولو د ټولو نه ستر ګواښ پيرنګي ته پښتانۀ وو نو هم دغه لامل ؤ چې پيرنګي د پښتنو تل لپاره کمزوري او پۀ خپل ښکېلاک کښې د ساتلو لپاره د پښتنو پۀ خاوره يو څو بنيادي کارونه وکړل چې پۀ نتيجه کښې دغه خطره پۀ بشپړه توګه د مېنځه لاړه شي او يا ډېره کمه شي.

    يو دا چې د پښتنو جغرافيه ئې ماته کړه. اول پۀ کال ۱۸۷۹ کښې د ګندمک د تړون او بيا د ۱۸۹۳ پۀ کال د ډيورنډ د سپېرې کرښې سره د پښتنو جغرافيه پينځه ځاے ووېشل شوه چې کۀ يو اړخ ته ئې پۀ دغه کرښه راښکلو د يو قام د ملا تير مات کړو نو بلخوا ئې د زار روس نه د ځان د ژغورنې او د خپل ځان لپاره د وېرې کمولو پۀ هڅۀ يوه خپله نقشه پۀ وجود کښې راوسته. دوېم مهم کار ئې د اسلام پۀ نامه، ګوندي، فرقه پرستي، او د دغه کار پۀ نتيجه کښې نۀ ختمېدونکې اخ و ډب پۀ “وچه وړه” کښې پرېښودل وو چې دا د انسانانو د ګڼې ګوڼې مرکز تل رنځور او د يو بل سره لاس او ګريوان پاتې شي. ولي خان پۀ خپل کتاب “باچا خان او خدائي خدمتګاري” کښې ليکي چې “د مذهب پۀ نامه پۀ دې خاوره د ریاستونو وجود ته راوستل د پيرنګي يوه دسيسه وه چې د تل لپاره دا سيمه د ځان متازه او رنځوره وساتي او چې کله ئې اړتيا وي د دې سيمې نه خپلې سياسي ګټې ترلاسه کړي او خپلو غرضونو له ئې وکاروي پۀ تاريخي توګه پښتوخوا وطن کله هم د پنجاب برخه نۀ ده پاتي شوې. خبره هم دغه وه چې دا څنګه د اسلام او مسلمانانو پۀ خېر وېش ؤ چې پۀ اسلام حقيقي پوهېدونکي ټول د هندوستان د اسلام سپېځلي عالمان ئې خلاف وو او د پيرنګي د ادارو نه راغلي خلک ئې ملګري او ملاتړ وو.

    کۀ د مذهب پۀ اساس وېش لازم ؤ نو د عبېد الله سندهي ترمخه مسلمانان او هندوان خو د پېړو پېړو نه د يو بل سره پۀ ډېر ټولنيز اړيکو کښې اوسېدل او پۀ تېر مالوم تاريخ کښې خو زياتره هم مسلمانان د ټول هندوستان واکمن پاتې شوي وو او هېڅ کومه مذهبي ستونزه نۀ وه.

    درېم مهم ګام چې پېرنګيانو د پښتنو د تلپاتې بربادۍ لپاره کړے ؤ نو هغه دا چې د زرګونو کالو راهسې د پښتنو مرکزيت او غونډځاے افغانستان ؤ، د هغې نه ئې د پښتنو مخه راتاؤ کړه او پښتنو له ئې د هند پۀ لور مخه ورکړه چې پۀ نتيجه کښې د پښتنو ترمېنځ نۀ شليدونکې اړېکې کمزورې شوې. د پښتنو مقاميت او مرکزيت پۀ شعوري ډول ژوبل کړو او د اقتصاد پۀ وسله نوي رخونه پېدا کړے شو او هم دغه د يووالي د يون د ماتولو لپاره تر نن پورې ارادي هڅې پۀ څرګنده ډول روانې دي چې د ازغن تارونو نه راواخله تر د افغانستان سره د تجارتي اړيکو د کمزورې کولو لپاره د تجارتي لارو پۀ دوامداره توګه بندول او پۀ افغانستان کښې نظامي سقوط بشپړ کول هم د دې هر څۀ برخه ده.

    دا هرڅۀ کم اتفاقيات نه دي. د يو پښتون لپاره کراچۍ او دوبۍ ته تلل خو اسان ښکاري خو چم پۀ چم د افغانستان کومې ښاريې ته تلل ورته ناممکن.

    پۀ يو داسې چاپېريال کښې چې دشمن د يوقام د مېنځه وړلو لپاره دومره پراخ او کلک دامونه ايښي وي، د دې هرڅۀ پۀ ضد غبرګون يوازې د تشدد پۀ لار نۀ کېږي او نۀ تش د ډز پۀ نوم دغه ننګونو ته جواب وئيل کېدے شي د دغې دسیسو د مقابلو او د مېنځ نه د وړلو لپاره هم ،عدم تشدد ، يواځې او يواځې ستره لار پاتې کېږي چې پۀ علمي فکري بنسټونو سره د پرمختللې نړۍ پۀ هرډول سياسي او سائنسي نظرياتو او مفکورو پۀ شعوري ډول غښتل شوے فکر دے، هم د عدم تشدد فکر او غورځنګ دے چې د دشمن پۀ ضد پۀ عقل دليل، پۀ قامي بېدارۍ د دشمن بيانيه پۀ دلیل سره د رسوا کولو، د دشمن پۀ سترګو کښې سترګې ورکول، پۀ اولس کښې سياسي بېدارۍ د زورور مخې ته د ودرولو توان او حوصله او د هر ډول زور او جبر پۀ ضد ډاډه زړۀ د قام پۀ مټ او ملاتړ خبره کول، د رياست د جبر مخې ته ډال کېدل د رياست د تشدد تګ لارې چېنلج کولو ته عدم تشدد وائي.

    د قام دننه قامي شعور بېدارول او د قام خور وور لښکر تنظيم کول چې هر وخت ځان د اصلاح کولو سره سره د قامي ګټو لپاره د قامي نظرئې پۀ زور چمتو ودرول وي هم د دغه قامي غورځنګ لپاره باچا خان او د هغۀ ملګرو د “انجمن اصلاح الافاغنه” نه راواخله تر د خدائي خدمتګار او بيا تراوسه پۀ مختلفو ډولونو پۀ ټولنه کښې نېغ پۀ نېغه کار کړے ؤ او پۀ عملي توګه د پښتنو هرې سیمې، کلي، حجرې جومات او ډبې ته پۀ خپله رسېدلي وو او د قام د شعور سويه ئې جګه کړې وه.

    کۀ د نړۍ تاريخ وګورئ نو يو وخت داسې ؤ چې پۀ جنګ او تشدد به خبرې لنډې خلاصېدې خو اوسنۍ پرمخ تللې نړۍ بدله ده، د تشدد خبرې کله هم کوم قام ته ګټه نۀ شي ورکولې.

    د عدم تشدد پۀ معنی او مفهوم ځان پوهه کول دي نو بیا به ځنې تشويش نۀ راځي د عدم تشدد معنی د ،شترمرغ، پۀ شان سر پۀ شګه منډل هرګز نۀ دے او دا عدم تشدد دے چې يو مخ دے څوک ووهي نو بل مخ ورته ونيسه کۀ يو څپېړه څوک درکړي نو دا به ورته وئيل وي چې ته به ما مړ کړې ما به اوولې ما به ورک کړې ما به وېروې خو زۀ بيا هم دا غږ پۀ جار کوم چې ته پۀ غلطه يې، ته پۀ غلطه يې!

    خپله بيانيه پۀ دليل سره سپينه او کلکه پۀ وازه خوله پۀ مېدان وئيل د مظلوم پۀ څپ کښې د ظالم پۀ ضد ودرېدل عدم تشدد دے، پۀ عدم تشدد کښې د تشدد نه زور ډير وي هم دغه وجه ده چې پۀ هر وخت کښې د رياستي جبر هغه خلک ښکار شوې چې پۀ خپل وخت کښې حق وئيلے وي؛ سپين تنګے، ټکر، بابړه او اوسنے ناورين ئې تاريخي مثالونه دي.

    سقراط، امام ابوحنيفه، حسېن ابن منصور، ګليليو، باچاخان، ګاندهي جي، نېلسن منډېلا، مارټن لوتهر کنګ او يو شمېر ستر خلک هم پۀ سپينو خبرو او پۀ حق وېنا زورول شوي. عدم تشدد د رياستي جبر د زغم توان پيدا کولو نوم دے، د خلکو د زړونو نه د زورواکو د، مرګ ، ګوت څنډنو، او ،بند، وېره لرې کول دي، پۀ اولس کښې د خپل قامي غږ پۀ زور باور پېدا کول دي .

    د عدم تشدد لوے علامت د پښتون وطن پۀ سینه باچا خان دے. باچا خان د عدم تشدد پۀ اړه وائي چې د عدم تشدد معنا خاموش کېدل هيچرې نۀ دي بلکې چې څنګه د تشدد خپلې لښکرې وي هم دغه شان د عدم تشدد هم لښکرې وي. تشدد پۀ کوم دليل نۀ وي ولاړ خو عدم تشدد پۀ ډېرو کلکو دلائيلو ولاړ وي. تشدد ډېر اسان کار دے خو عدم تشدد ډېر ګران دے.

    ولي خان پۀ خپل کتاب “باچا خان او خدائي خدمتګار تحريک” کښې ليکي چې د پښتنو سره پېرنګي ډېر ناروا سلوک کړے دے، صرف پۀ دې خاطر چې پښتانۀ تشدد ته راوپاروي خو پښتنو پۀ داسې سختو حالاتو کښې هم د عدمِ تشدد نه سرغړونه نۀ ده کړې او پۀ عدمِ تشدد کلک ولاړ پاتې شوي دي، ځکه چې پېرنګي به وئيل چې د تشدد کوونکي پښتون نه عدمِ تشدد پښتون زمونږ لپاره ډېر خطرناک دے .

    د عدم تشدد پۀ اړه حيات روغانے وائي: د عقيدويي او ستراتيژيکي حېثيت د بحث نه يو اړخ ته عدم تشدد د انساني ژوند يو مستقل ضرورت دے او لوړ انساني قدر دے، تشدد حېواني جبلت او غېر انساني عمل دے چې لنګېږي نو جنګ زېږوي، د جنګ حالاتو کښې عدم تشدد د جنګ جواز د مېنځه وړي، د مکالمې امکان پېدا کوي د سولۍ لار راوباسي او جنګيالي فريق نه اخلاقي جواز اخلي چې جنګ پېل کړي، يا جنګ جاري وساتي د امن حالاتو کښې عدم تشدد د امن د ساتندويه کردار ضمانت دے .

    عدم تشدد او اسلام

    څنګه چې باچا خان وئيلي چې عدم تشدد پېغمبري وسله ده، هم دا د اسلام او تاريخ له نظره بېخي سمه خبره ده ځکه چې کلمه د ايمان هم قران پۀ زوره پۀ چا نۀ مني بلکې د زړۀ او دليل اطمینان ورله شرط بولي.

    دا د دې خبرې څرګند ثبوت دے چې اسلام پۀ تشدد نه بلکې د عدم تشدد پۀ اصطلاح پۀ دليل، مکالمه او د زړۀ پۀ خپله اراده د منلو قائل دے ځکه خو د ايمان مرکز ئې هم زړۀ بللې او پۀ زړۀ هېڅوک جبر نۀ شي کولے.

    د بده مرغه مونږ دعوی د اسلام کولو خو د اسلام پۀ اړه هم ځان نه پوهه کولو کله چې د عدم تشدد خبره کول شي نو ځنې خلک وائي دا خو د جهاد نه انکار دے خو حقيقت داسي بېخي نۀ دے ځکه عدم تشدد د نظريې پۀ توګه د ټولنې خوي جوړول دي او د نړۍ ټولو رياستونو ته هم د امن او خبرو اترو د لارې شخړې هوارول دي خو بيا هم کۀ د يو عمل پۀ تشدد سره مخ نیوے وي نو دا اختيار هر ګز د يو ټولنې يو څو وګړو يا ډلو نۀ شي کېدے بلکې دغه واک د رياست وي کۀ زندان ته اچول وي کۀ پۀ بله طريقه سزا ورکول وي هم دغه تعبير د اسلام د جهاد پۀ حواله هم دے اګر چې جهاد پۀ معنا د جنګ حقيقي معنا نۀ لري بلکې د هغې لپاره قران د “قتال” وي، کارولې او مجاهد پۀ دې معنا پۀ حديث کښې ياد شوي “المجاهد من جاهد نفسه” مجاهد هغه دے چې وړومبے د خپل نفس سره مقابله وکړي، جهاد د عدم تشدد ضد چرې هم نۀ دے ځکه چې پۀ اسلامي توګه جهاد د رياست غاړه او عمل وي کۀ پۀ کوم هېواد يرغل وشي نو دلته د د فاعي جهاد او عدم تشدد ترمېنځ هم کوم تضاد نۀ راځي ځکه چې د ازادۍ پۀ وخت کښې څۀ خلکو وسلواله مبارزه کوله او چا د عدم تشدد پۀ شکل کښې خو دا دواڼه پۀ تاريخ کښې زمونږ اتلان دي خو مخکښې مو چې څنګه ووئيل د وسلوالې مبارزې پۀ نسبت د عدم تشدد مبارزه ډېره پياوړې ده، هم دغه راز هر وخت کښې هر پېغمبر هر الهامي دين د دعوت او عدم تشدد پۀ لار د ترهيب او ترغيب د لارې د خپل پېغام رسولو حکم کړے، پۀ قران کښې پۀ سوونو کرته د صبر،عفوې، حکم شوے. د رسول الله (ص) د مکې د ژوند ديارلس کاله مبارزه پۀ عدم تشدد ولاړه وه، پۀ مدينه کښې چې بيا د جهاد حکم راځي نو دا هم هغه مخکې خبره ده چې مسلمانان د يو رياست پۀ حېثيت ولاړ ؤ، هم دغه د صبر او عدم تشدد جذبې ته پۀ بل يو حديث کښې داسې وئيل شوي، لیس الشديد بالصرعة انما الشديد الذي یملک نفسه عند الغضب، ژباړه: پالوان هغه سړے نۀ دے چې خلک وپرځوي، پالوان هغه سړے دے چې د قهر پۀ وخت کښې خپله غصه قابو کړي. کۀ مونږ د عدم تشدد فکر له د اسلام د نظره پۀ تاريخي توګه راځو نو پۀ حقيقت کښې نن نه بلکې د حضرت آدم ع د وخت نه انسي او ابليسي تشدد او عدم تشدد خوي د هابيل او قابيل پۀ شکل کښې مخامخ شوي وو. پۀ قران کښې پۀ سوره ئې مائده کښې داسې وئيل شوي !

    مفهوم: “هابيل قابيل ته وائي چې کۀ ته ماته د مرګ لپاره لاس رااږد کړې نو زۀ بيا هم ستا د وژنې اراده نه کوم ځکه زۀ غواړم کۀ دې مړ کړم چې پۀ اخرت کښې زما او هم پۀ خپله ګناه ګرم شې .

    د هابيل وېنا د قران پۀ نظر کښې د عدم تشدد د ژورتيا زورورتيا او د دليل پۀ حواله يو ډېر وزني حواله ده .

    ډېر خلک وائي چې اسلام پۀ بنسټیز ډول متشدد دے، مسلمان هم لکه د نورو مذهبونو د منونکو کله کله تشدد کوي خو باچاخان د يو داسې غورځنګ تاده کېښودله چې جرړې ئې د قران پۀ تعلیماتو کښې وې او دا باور ئې لرلو چې “عدم تشدد” د پېغمبر وسله وه.

    عدم تشدد باچا خان او ګاندهي جي !

    د عدمِ تشدد علمبردار څوک ؤ؟ عدمِ تشدد فلسفه د چا وه او عقيده د چا؟ پۀ عدمِ تشدد تر اخره پورې څوک ولاړ پاتې شو؟ عدمِ تشدد د باچا خان فلسفه وه؟ کۀ باچا خان د ګاندهي جي نه خپله کړې وه؟

    د دې پوښتنو پۀ اړه رحمت ديوان پۀ تفصيل سره داسې ليکي !

    عدم تشدد باچاخان د ګاندهي جي نه يزده کړے ؤ، دا خبره هيڅ تاريخي ثبوت نۀ لري او دا غلط العام شهرت پۀ حقيقت کښې د ارواښاد ډاکټر راج ولي شاه خټک پۀ خپل يو کتاب “روهالوجي” ، کښې د يو تېروتنې نه جوړ شوے چې د عدم تشدد نظريه ئې د باچاخان پۀ اړه پۀ ګاندهي پسې تړلې .

    دا د کال ١٩٢٩ء ز اخري ورځې دي، چې د ٰال انډيا نېشنل کانګرس کلنے اجلاس پۀ لاهور کښې کېږي او پۀ وړومبي ځل پکښې باچا خان شرکت کړے دے، له دے مخکښې باچا خان د کانګرس ليډرانو سره ليدل کتل نۀ دي شوي او ښاغلى فارغ بخاري وائي چې پۀ وړومبي ځل باچا خان د ٰال انډيا کانګرېس د غړو سره پۀ ۱۹۲۹ کښې وليدل.

    باچا خان د پښتنو خدمت ته پۀ ١٩١٠ء کښې ملا تړي، د عدمِ تشدد فلسفه پښتنو ته ورپېژني او پۀ پښتنو کښې د عدمِ تشدد پۀ فلسفه باندې کار کوي، “افغان جرګه”، “انجمن اصلاح افاغنه”، “پښتون” مجله او بيا “خدائي خدمتګار تحريک” مېنځ ته راځي، خو د باچا خان چې کله د ګاندهي جي سره پۀ وړومبي ځل ملاقات کېږي نو دغه کال ١٩٢٩ء دے، لۀ دې مخکښې باچا خان د عدمِ تشدد د فلسفې خورول پۀ پښتنو کښې پېل کړي دي او پښتانۀ نور د تشدد نه اړوي، ١٩ کاله پس هغه د ګاندهي جي سره ويني او دلته هم د ذکر وړ څۀ خبرې د دوي پۀ مينځ کې نۀ کېږي، ګاندهي جي تر ۱۹۱۶ پورې پۀ افريقا کښې دے او باچاخان د علم او سياست د لارې پۀ خپله خاوره لګيا ؤ، د کانګرس کلنۍ جلسه ده او پۀ لاهور کښې ده، باچا خان پۀ خلافت تحريک کښې پاتې شوي وو نو پۀ هم دې ورځو کښې د خلافت کمېټۍ اجلاس هم پۀ لاهور کښې وو خو د پښتونخوا نه چې ورله کوم خلک ورغلي وو، پۀ څۀ خبره هلته هغوي خفه شوي وو او بيا ټولو د خلافت کمېټۍ د اجلاس پۀ ځاے د کانګرس پۀ دې کلنۍ غونډه کښې ګډون کړے ؤ.

    ډاکټر حېدر لاشاري پۀ خپل اردو کتابګوټي کښې د عدمِ تشدد د نظرئې پۀ حقله ليکي:

    “بعض لوگ سمجھتے هیں كه انهوں نے گاندھى جى كے نظریہ كى پیروى كى هے مگر باچا خان نے 1910ء میں عدم تشدد كى بات شروع كى تھی جب انهوں نے گاندھى جى كو سنا اور نه دیكھا تھا۔ گاندھى جى اور باچا خان كے عدم تشدد میں بھى واضح فرق تھا٬ گاندھى جى نے اهنسا ایسے معاشرے میں روشناس كرایا جهاں كے لوگوں كے پاس اس كا سامان میسر نه تھا اور لوگ آسانى سے اپنا هر عمل كرسكتے تھے مگر پختونوں میں عدم تشدد جواب نهیں ملا٬ انگریزوں كى خفیه رپورٹوں میں بھى خدائى خدمتگاروں كے خلاف تشدد كى رپورٹیں نهیں ملتى ۔

    عبدالنافع ثنا د عدمِ تشدد پۀ حقله پۀ خپل يو مضمون کښې ليکي:

    عدم تشدد د باچا خان د سياسي نبوغ پۀ برکت له وړومبۍ ورځې د دۀ پۀ ذهن کښې وده کړې وه. هغه د قران کريم له لوستنې دا درک کړې وه چې تشدد له معقوليت سره پۀ فاصله دے. ډېر خلک پۀ دې اند دي چې ګويا باچا خان د عدم تشدد پۀ تګلاره کښې د مهاتما ګاندهي شاګرد دے خو دا خبره صحت نۀ لري. کله چې باچا خان د خدائي خدمتګار تحريک رامېنځ ته کوي نو پۀ هغه مهال کښې نۀ خو ئې د مهاتما ګاندهي سره د نزدې ليدلي وو او نۀ ئې هم د هغۀ اثار لوستلي وو .

    ډاکټر وقار علي شاه پۀ خپل کتاب “غفار خان” (انګرېزي) کښې د باچا خان د عدمِ تشدد د غورځنګ پۀ حقله تفصيلي خبرې کړې دي او د ګاندهي جي او باچا خان د عدمِ تشدد فلسفه يې هم بېله بېله ګڼلې ده، هغه ليکي چې:

    ترجمه: د خدائي خدمتګار غورځنګ لويه ځانګړتیا د عدم تشدد پۀ ټینګه خپلول وو. دې غورځنګ کښې برخه اخستونکو ته به ښوونه کېده چې پۀ چا تېرے مۀ کوئ او مۀ وسله ګرځوئ. هغوي ته به د پېغمبر علېه السلام او د هغۀ د ملګرو د ژوند مثال ورکړے کېده چې څنګه به د مکې خلکو پۀ هغوي ظلمونه کول خو بيا هم هغوي د عدم تشدد نه کار اخستلو او کله چې مدینه کښې مسلمانان زور کښې شول نو بيا ئې هم دغه خلکو ته بخښنه وکړه. د عدمِ تشدد لاره باچا خان کال 1910ء کښې خپله کړې وه او ځکه خو د تشدد پۀ لار د ازادۍ غوښتونکو ملګرتیا نه ئې هم څنډه کوله چې د دغه لارې لوے ياد نوم هغه وخت د ترنګزو حاجي صاحب ؤ. د عبدالغفار خان سوانح لیکونکي اکثر د دۀ د عدم تشدد ريښه د ګاندهي جي د سوچ سره د تړلو غلطي کوي، هغوي ګڼي چې دا هماغه عدم تشدد دے چې پۀ هند کې ئې ګاندهي جي تبلیغ کولو .

    د باچاخان د عدم تشدد د ګاندهي جي سره د تړون بنسټ د دې نه پېدا شوې چې کله نه باچا خان د کانګرس سره روان شو، د خدائي خدمتګار تحريک د کانګرس سره د يو ځاے کېدو لپاره بايد چې مونږ د هغه وخت حالات پۀ نظر کښې وساتو. پېرنګي د پښتنو پۀ ټوله صوبه باندې ناکه بندي لګولې ده، نۀ څوک د صوبې نه بهر پرېږدي او نۀ دننه، پۀ کلو او کورونو کښې خلک بند دي، څوک کار نۀ شي کولے، پۀ خدائي خدمتګارو يو ناتار جوړ دے، کورونه ئې لوټ کېږي، سوځول کېږي، مالونه ئې مري، رنګ رنګ سزاګانې ورکول کېږي، د صوبې نه خدائي خدمتګارو ته دوزخ جوړ کړے شوے دے او چارسده چې د خدائي خدمتګار تحريک مرکز دے دلته خو د سرکار نه څوک رپ نۀ شي وهلے، لارې ګودرې ټولې د سرکار ګوډاګي پوځ نيولي دي، باچا خان او ورسره نور د خدائي خدمتګار تحريک مشران د ګجرات پۀ جېل کښې بنديان دي، پۀ دې وخت کښې چې کله ميا جعفر شاه کاکاخېل او ميا عبدالله شاه د قاضي خېلو باچا خان ته دا حالات جېل ته ورسوي او د هغۀ نه تپوس وکړي چې مونږ اوس څۀ وکړو؟ نو باچا خان ورته وائي چې مونږ خو پۀ جېل کښې يو، تاسو پۀ هندوستان کښې د مسلم ليګ مشرانو له لاړ شئ او دا خپل حال ورته بيان کړئ.

    باچا خان پۀ دې حقله ليکي:

    مونږ خو د پنجاب سره پۀ خلافت کښې پاتې شوي وو او زمونږ د خلافت ډېر وروڼه پۀ مسلم ليګ کښې هم وو. مونږ دوي ته دا رايه ورکړه چې تاسو هندوستان کښې د مسلم ليګ مشرانو له ورشئ او ورته ووايئ چې پېرنګيانو پۀ مونږ ډېر ناروا ظلمونه شروع کړي دي او زمونږ صوبه ئې بالکل محاصره کړې ده. تاسو زمونږ مسلمانان وروڼه يئ، مونږ سره صرف دومره امداد وکړئ چې دنيا زمونږ د حال نه خبر شي چې زمونږ تحريک خدائي خدمتګار خو اصلاحي تحريک دے.

    کله چې دوي مسلم ليګ ته ورځي نو هغوي ورسره د مرستې کولو نه انکار کوي، بيا دوي هندوستان ته ځي او پۀ ټولو سياسي جماعتونو ګرځي خو څوک ئې هم مرستې ته غاړه نۀ ږدي، اخر چې هغوي د کانګرس د ليډرانو سره وويني نو هغوي د مرستې لپاره لاس ورکوي. باچا خان ليکي:

    د کانګرس ليډرانو مونږ نه تپوس وکړو چې ستاسو پېرنګي سره جنګ پۀ څۀ دى؟ مونږ ورته ووې چې د ملک پۀ ازادۍ دے، د جنګ طريقه مو څۀ ده؟ مونږ وې، عدم تشدد، دوي ووې چې دغه جدوجهد او اصول خو زمونږ هم دي، تاسو هم غلامان يئ، مونږ هم غلامان يو، ستاسو هم انګرېز دښمن دے، زمونږ هم دے، تاسو هم ازادي غواړئ او مونږ هم، کۀ تاسو مونږ سره ملګري کېږئ نو مونږ ستاسو مدد ته تيار يو. نو د دوي د دې بيان نه پس مونږ دوي ته ووې چې واپس خپلې علاقې ته لاړ شئ او خپلې د صوبې جرګې سره دا خبره وکړئ چې هغوي څۀ فېصله وکړه نو مونږ ته منظوره ده. دوي لاړل او د صوبې جرګې دا خبره منظوره کړه چې کانګرس سره ملګري کېږو .

    باچا خان پۀ جېل کښې دے، پۀ چارسده کښې، بلکې پۀ ټوله صوبه کښې پۀ خدائي خدمتګارو انګرېز يو ناتار جوړ کړے دے، پۀ دې وخت کښې د هندوستان نورې پارټۍ د خدائي خدمتګارو د مرستې نه انکار کوي او کانګرس ئې مرستې ته رامخکې کېږي، پۀ دې وخت کښې کانګرسيانو ته پته لګي چې د باچا خان فلسفه عدم تشدد ده، باچا خان ته هم دا پته پۀ جېل کښې ولګي چې ګاندهي جي خو د عدمِ تشدد پۀ فلسفه ولاړ دے، نو بيا هله چې کله باچا خان د جېل نه راووځي نو د هندوستان دوره وکړي او هلته د ګاندهي جي سره يو ځل بيا وويني او د دوي الحاق بيا د هندوستان د وېش پورې وي.

    د عدمِ تشدد د فلسفې پۀ حقله مولانا ابوالکلام ازاد پۀ خپل يو تقرير کښې وئيلي دي چې: ما د باچا خان نه پوښتنه وکړه، چې تا د عدمِ تشدد فلسفه د ګاندهي جي نه زده کړه، نو باچا خان راته ووئيل چې نه! دا فلسفه ما د اسلام نه زده کړې ده .

    باچا خان پۀ عدمِ تشدد څومره کلک ولاړ ؤ او ګاندهي جي د عدمِ تشدد فلسفه څومره خپله کړې وه، د دې خبرې ثبوت مونږ ته د فېصل فاران پۀ هغه سريزه کښې چې د “فخر افغان ځانګړنې” پۀ کتاب ئې ليکلې ده، ښۀ څرګندېدے شي، دے ليکي:

    هسې خو ګاندهي جي د دې دومره منونکے ؤ چې خبرو کښې به ئې هم د سختو ټکو پکارونه د تشدد عمل ګڼلو خو چې کله دوېم نړيوال لام راغلو نو د مسلم ليګ، کميونسټ پارټۍ اف انډيا سره کانګرس هم د انګرېزي استعمار د مرستې اعلان وکړو، يواځې باچا خان ؤ چې صفا ئې ووې چې دا زما د مفکورې عدم تشدد اپوټه ده او د انګرېز د ملاتړ نه ئې ځان وژغورلو.

    مولانا ابوالکلام ازاد چې د کانګرس صدر هم پاتې شوے ؤ او د هندوستان د ازادۍ پۀ تحريک کښې ئې لوېه برخه لرلې ده، ليکي چې:

    ما د پاره عدم تشدد د مصلحت خبره وه، د عقيدې خبره نۀ وه. زما رايه وه کۀ بله لاره نۀ وي نو هندوستان ته دا حق ؤ چې له تورې نه کار واخلي مګر پۀ امن ناکه طريقه د ازادۍ ترلاسه کولو کښې عظمت ؤ، شرافت ؤ .

    علي خان مسيد پۀ خپله يوه ليکنه “باچا خان او عدمِ تشدد” کښې د ګاندهي جي او د باچا خان د عدمِ تشدد بېلتون پۀ دې ټکو کښې کړے دے:

    د باچا خان او ګاندهي جي د عدمِ تشدد پۀ فلسفه کښې جوت فرق ؤ. بابا د عدمِ تشدد پۀ ذریعه د پښتون قام تشدد ورک کولو هڅې کولې، خپله ټولنه ئې اصلاح او رغوله، پښتون ملت ئې د تشدد پسندۍ نه خلاصولو، تر څو د پښتنو د بې علمۍ، غربت او پسمانده ګۍ علاج وکړي او ټولنه اصلاح کړي. مګر ګاندهي جي د عدم تشدد فلسفه د یوې سیاسي ٰالې Political Instrument پۀ طور استعمالوله، تر څو پېرنګیان اړ کړي چې هندوستان پرېږدي، چې د هند ٰازادي ئې پۀ جوته سره د عدمِ تشدد پر بنسټ وګټله، دۀ د عدم تشدد نه هغه کار واخيست، چې نورو قامونو د تشدد کولو پۀ ذریعه د ٰازادۍ مبارزې کولې. ګاندهي جي هندي ټولنه روغه او اصلاح نۀ کړه، هم دغه سبب شو چې د هند د ٰازادۍ نه پس ګاندهي جي پۀ خپله د تشدد ښکار شو او باچا خان پۀ خپل مرګ مړ شو. خان زمان کاکړ پۀ خپله يوه ليکنه “د باچا خان عدمِ تشدد او د انساني تهذيب د بقاء او ارتقاء ضمانت” کښې ليکي:

    پۀ تاريخ كښې يوازې خدائي خدمتګار تحريک دے، چې د عدمِ تشدد پر تګلاره تل روان پاتې شو او پۀ هېڅ ډول خونړيو حالاتو كښې ئې تشدد حمايه نۀ کړ، ګاندهي جي او نېلسن منډېلا پۀ نړيواله کچه د عدمِ تشدد پۀ حواله انتهايي مشهور کرېکټرونه دي، خو تاريخي حقيقت دا دے، چې نۀ هم ګاندهي او نۀ هم نېلسن منډېلا عدمِ تشدد ته پۀ هغه اهميت قايل وو، کوم اهميت چې باچاخان عدم تشدد ته ورکړے دے. باچاخان چې د عدمِ تشدد پۀ حقله پۀ ذهني لحاظ څومره واضح ؤ، ګاندهي او منډېلا کله هم دومره واضح نۀ دي پاتې شوي، خدائي خدمتګار تحريک تر پايه پر عدمِ تشدد ټينګ پاتې شوے خو انډين نېشنل کانګريس او افرېقن نېشنل کانګريس د دې تګلارې څخه اخر پر شا شوي.

    يو خوا ګاندهي جي چې پۀ انګلستان کښې ئې زده کړې کولې او چې کله هندوستان ته راغے نو کانګرس د مخکې نه يوه تياره جوړه پارټي وه او ګاندهي جي ورسره يو ځاے شو، خو باچا خان چې کله پۀ ښه بد پوهه شو، د پښتنو پۀ خپل مېنځ کې تربګنۍ او دښمنۍ ئې وليدې، د پښتنو د کسب نه نفرت ئې وليدو، تشدد او جهالت ئې پۀ قام کښې وليده نو د خپل قام د دې بد حالت د بدلولو پاره ئې پۀ ١٩١٠ء کال کښې خپله خاني پرېښوده او د پښتنو د ابادۍ لپاره ئې مټې راونغښتلې. يو خوا نېلسن منډېلا ؤ چې د عدمِ تشدد فلسفه ئې فقط يوه حکمت عملي ګڼله، خو بل خوا باچا خان چې پۀ عدمِ تشدد کښې ئې د خپل قام سباوون ليدۀ، د خپل اولس سوکالي او کاميابي ئې پکښې ليده.

    کله چې کانګرس پۀ دوېم نړيوال جنګ کښې د پيرنګي مرستې ته غاړه کېښوده نو باچا خان د کانګرس نه استعفٰى ورکړه او بيا ئې د دې استعفٰى تفصيلي وجوهات د هغه وخت پۀ “پښتون” مجله کښې هم چاپ کړل چې يواځنۍ وجه ئې دا وه چې کانګرس د تشدد لاره خپله کړه او باچا خان د عدمِ تشدد لاره نۀ پرېښوده.

    باچاخان غني خان او عدم تشدد

    يو ګوت نيونه پۀ باچاخان ځنې خلک کوي چې د پيرنګي د تلو پۀ وخت کښې باچا خان کۀ عدم تشدد نه وے راټينګ کړے نو نن به د پښتنو دا حال نۀ وے!

    دا خبره کول پۀ حقيقت کښې د عدم تشدد او د هغه وخت د سياسي معروضي چاپېريال د حقيقتونو نه سترګې پټول دي. باچا خان او خدائي خذمتګار څۀ د اتلس کاله نه يو ځاے روان وو د ،اوچې وړې، وېش کانګرس نه غوښتو خو پېرنګيانو د مسلم ليګ پۀ شکل کښې داسې فساديان پېدا کړي وو چې د پېرنګي استعمار تل پاتې له د ګټو لپاره ئې د همېش لپاره دا ټوله منطقه د مذهبي تندروې پۀ لمبو کښې ودروله، کانګرس سره بله لار پاتي نۀ وه يا به ئې وېش منلے او يا پيرنګيان بل شان نۀ تلل دوېمه دا چې باچاخان او ګاندهي جي تر اخره دغه تپل شوي وېش ته نه وو تيار خو پۀ هر تحريک کښې څۀ کمزوري خلک هم وي لکۀ څنګه ډاکټر وقار علي شاه پۀ دې خبره ډېره تفصيلي رڼا اچولې چې د ګاندهي جي نه پرته نهرو پۀ وېش راضي شوے ؤ، ګاندهي جي چې کله د باچاخان خبرې واورېدې چې تاسو خو مونږ لېوانو ته واچولو نو د ډېر خفګان نه ګاندهي جي خفه بهار ته لاړو او دا هر څۀ د يو تاريخي جبر پۀ توګه قبول کړے شو درېمه دا کۀ باچا خان د عدم تشدد لار پۀ دغه وخت کښې پرېښے وے نو تر نن پورې به پسې خلکو خندا کوله چې دېرش کاله ئې څۀ کول او پۀ اخر کښې څۀ کول ځکه چې باچاخان د عدم تشدد سره پۀ کوم جذباتي تړون نه بلکې د يو عقيدوي کمټمنټ پۀ څېر ولاړ ؤ، څلورم دا چې فقير اېپي او ډېر پښتانۀ تشدد ته د پاکستان خلاف لاړل، کومه ګټه ئې ترلاسه کړه؟ پینځم دا چې د باچاخان سره څۀ يو لاکهـ منظم خدائي خذمتګار وو خو بلخوا به دې ته هم ګورې چې دې يو لاکهـ خلکو د تشدد لار اختيار کړې وې نو د دې پۀ ضد ولاړې لښکرې څومره وې؟ پښتانۀ لکه چې همېش هر پردي ډولکي ته ګډېږي پۀ دغه وخت کښې د پير مانکي پاچا ګل صېب او د مسلم ليګ د شنو بېرغونو لاندې لښکر شوي وو، کۀ چرته باچاخان خان د تشدد لار اختيار کړې وې نو پښتانۀ به د نن هم پۀ بد حال کښې وو لکۀ څنګه چې پۀ افغانستان کښې دي چې سياسي عمل پۀ کښې شنډ کړے شو او کله ئې يو لېوه مات کړي او کله بل. شپږم دا چې کومې خبرې پۀ عدم تشدد ممکن کېدے شي هغه پۀ تشدد چرې هم نه کېږي! قامي وحدت يا د پښتنو ملي ارمانونه کۀ پۀ دې قام کښې ژوند راپېدا شو هر وخت ممکن کېدے شي کۀ تشدد پۀ دغه وخت کښې سمه پرېکړه وې نو بلوچان پۀ هغه وخت کښې هم تشدد ته تلي وو او اوس هم لګيا دي خو کومې ګټې ترلاسه کړې سېوا د دې نه چې هر کور ئې د مړو ډک شو، هم د دغه نه بدتر حالت به د پښتنو هم وے هم پۀ دغه تاريخي لاملونه دا مونږ پوره پۀ باور سره وايو چې د باچاخان پرېکړه پۀ دغه معروضي چاپېريال کښې بالکل سمه وه او پۀ 1948 کښې پۀ کراچۍ کښې سوګند هم!

    ځنې خلک د غني خان د ځوانانو د ډلۍ خبره کوي خو حقيقت دا دے چې پۀ دې خبره هم پۀ مونږ جذبات غالب شي، غني خان کله هم د پښتنو د ازادۍ لپاره د تشدد غورځنګ نۀ دے جوړ کړے ځکه بنيادي طور هغه يو ازاد خيال سړے ؤ، سياست ئې شوقيه کولو، د دغې ډلې پۀ اړه باچا خان پۀ خپله ليکي چې دا د مسلم ليګ د بدماشانو پۀ ضد د خپلو مشرانو د ساتنې لپاره غني خان يو عارضي څيز جوړ کړے ؤ او دا هغه ځوانان وو تر غني خان پورې چې عدم تشدد ئې د نظريې پۀ توګه نۀ ؤ خپل کړے، دغه څۀ پنځويشت زره ځوانان وو خو هېڅ د کوم ګوريلا وار يا د ازادۍ د جګړې پۀ نامه نۀ ؤ جوړ شوے او نۀ د پښتنو پۀ دغه وخت کښې دومره توان ؤ چې وسلوال پاڅون ئې کړے وے .

    کۀ پۀ تېر لنډ مهال کښې مونږ د پښتوخوا پۀ چاپېريال نظر واچوو يا هم دغه لړۍ تر افغانستان هم غزېدلې کۀ پۀ عدم تشدد کښې زور نۀ وې نو د عوامي نشنل ګوند دولس سوه خلک او پۀ مېنځنۍ او سويلي پښتونخوا کښې تر افغانستان پورې به پۀ لکونو پښتانۀ او د خبرو خلک نه وژل کېدل. باچا خان، ولي خان، اسفنديار ولي خان، اېمل ولي خان او منظور پښتون تر اوسه پۀ چا يو خطا ډز هم نۀ دے کړے خو پۀ خبره کښې ځکه زور دے چې د قام دړد دے پکښې او خبره د عدم تشدد پۀ تله او رواياتو پوره کوي. بله خبره دا ياد ساتئ چې عدم تشدد وي نو تشدد به ئې پۀ جواب او ردعمل کښې خامخا وي يعنې ته دا ګمان مۀ کوه چې تۀ به سپینې سپینې هم وائې او څوک به پۀ تا د ګل ګوذار هم نۀ کوي يعنې د عدم تشدد رد عمل خامخا رياستي او غېر رياستي تشدد وي چې پۀ هغې کښې د سر بائيلل هم شته لکه څنګه چې پۀ تېر لنډ تاريخ کښې پۀ ټکر، بابړه او قيصه خانه کښې شوې او يا ځنې نورې پيښې دا ځکه چې دعدم تشدد مفکوره دومره زوره وره ده چې د تشدد او ټوپک علمبردار ترې وېرېږي او پرتوغاښ ئې سستېږي .

    فېصل فاران باچاخان ته د سرحدي ګاندهي د لقب ورکولو پۀ اړه ليکي! سرحدي ګاندهي؟ دغه څۀ د هغۀ منونکي هم يو نفسياتي کشالې سره وړاندې کړي چې زړۀ کښې د ګاندهي جي برتري مني خو پۀ خولۀ باچا خان ستائي چې د قامي تعصب نتيجه ده، خو داسې ده چې دا د تعصب خبره نۀ ده، باچا خان پۀ هره حواله د ګاندهي جي نه لوے ؤ.

    پښتنو ځوانانو ته خواست دے چې اوس چاپېريال ډير بدل دے، سماجي رسانۍ راغلي، پښتانۀ ځوانان ډېر باشعوره شوي، دا خاوره زمونږ اتلانو ازاده کړې، نۀ پنجابي کومه توره کړې او نۀ هندوستاني. د پنجاپ نه مراد زمونږ هغه کلاس دے چې همېش ئې پۀ تاريخ کښې د مېنځني اېشيا د لوري راغلي خلکو ته ئې هم ستړي مۀ شي وئيلي او د افغانانو پۀ خاوره ورختونکو خلکو له ئې هم ډاډ ورکړے .

    کمزوري مو هم دغه ده چې کله د وېش وخت وي نو پۀ هغه وخت کښې رانه کمزوري کېږي يا وئيل کيږي وائي پښتانۀ د تورې مېدان ګټي خو د خبرو مېدان بائيلي، هم پۀ دې رياست کښې به د عدم تشدد پۀ تګلاره خپل قام ځان او وطن ژغورل وي چې د پښتنو ځوانانو دا جذبه وي نو د پښتنو راتلونکې ډېر روښانه دے ځکه چې اوس پۀ ډېر څۀ د پښتنو سر خلاص دے خو پښتنو ځوانانو له به لکه د بلوچو ځوانانو پۀ شان سياسي بلوغت ته ځان رسول وي، د دوه دوه او شش وپنج نه به ځان پۀ سياسي قامي فکر ژغورل وي، خپله ټولنه پۀ دې وخت کښې پۀ دې پوهه کول لازم دي چې اسلام د صبر عفو درګزر برداشت او د بدل پۀ ځاے بخښنه کول څومره مهمه ګڼي څومره ثوابونه پې وئيل شوي د خدائې د پېغمبر ص د ژوند پۀ هر اړخ کښې د ښو اخلاقو د خپل دشمن د معافۍ او د زغم څومره مثالونه قائم کړي، د خپل ترۀ حمزه صېب قاتل ئې څنګه معاف کړے ؤ، د مدينې د منافقانو سره ئې څومره ګوذاره کړې وه خو د ظالم مخې ته ودرېل او حق وئيل ئې هم ستر جهاد بللے. پۀ اسلام کښې د خداے د اړخ نه د انسان سره څومره د رحم سلوک کېږي ځکه چې د خداے صفت ،ارحم الراحمين، راغلے، د عرش لاندې دا کلمه لیکل شوې چې زما رحم پۀ غضب غالب دے. پښتانۀ ننواتي، جرګې، ورورولۍ، چم ګاونډ او روغې جوړې ته څومره درناوښت ورکوي.

    دا ټول کارونه د اسلام او خپلو رواياتو پۀ اساس چې وګورو نو هم ‌دغه د عدم تشدد اړخونه دي. عدم تشدد د خپل ورور سره د ګوذارې او د ظالم سره د ژبې دليل او اصولو پۀ وسله د ډغرې نوم دے. عدم تشدد د بېکاره خلکو نه د نرانو خلکو کار دے. بايد چې خپل پښتانۀ وروڼه پۀ دې پوهه کړو چې خپل مسلمان ورور وژل جهاد نۀ دے بلکې د مسلمان مال، ځان او عزت بچ کول جهاد دے، جوماتونه، جنازې او بازارونه پۀ بمونو الوځول جهاد نۀ دے بلکې د دې ابادول رغول جهاد دے، پښتانۀ د اسلام د جهاد پۀ سپېځلي نظريه پوهه کول دي چې جهاد ظالم کېدل نه بلکې د ظالم خلاف ودرېدل دي. پۀ اسلام کښې د يو بې ګناه انسان وژنه د ټول انسانیت وژنه ګڼل شوې، څوک چې درباندې خپل مسلمان ورور وژني، دا سړے د اسلام د انساني حرمت د فلسفې نه نۀ دے خبر، هغه دين چې پۀ هغې کښې د چا زړۀ ازارول د کعبې نړولو نه لوے جرم ګڼل شوے څنګه د يو انسان وژلو امر کولے شي. پۀ لاره کښې بم کېښودل، څوک ويشتل، کورونه ډزول، انسانان پۀ وسلو چړو وېرول، د چا نه پۀ زور پېسې غوښتل اسلام نۀ دے. د خداے پیغمبر (ص) فرمائي چا چې پۀ مسلمان وسله اوچته کړه دا زما د امت نه نۀ دے بلکې پۀ اسلام کښې د لارې نه ازغے، ګټه، مرداره لرې کول ایمان ګرځول شوے. د مسلمان مال عزت اخيستل پښتو اسلام نۀ دے بلکېې بچ کول اسلام پښتو او غېرت دے. د پښتنو وطن د زرګونو کاله نه د امن د وږمو ټاټوبے پاتې شوے، دا پښتانۀ فطرتا متشددين نۀ دي، تشدد دوي له راوړل شوے، د ډېرو وسيلو پۀ زور او لا دغه لوبه روانه ده. د تورې جهاد د افرادو، ټولګو نه! د ریاست فريضه ده. بايد چې مونږ دا خپله خاوره د هر ډول ظلم جنګ او تشدد نه پاکه کړو، تشدد د فرد کورنۍ نه واخله تر د قام او ریاست پورې وغندو او ختم ئې کړو، دې ته اسلام وائي، هم دې ته پښتو او هم دې ته عدم تشدد وائي.

    يحي وردګ پۀ خپل کتاب “زمونږ د باچا خبرې” کښې وائي چې باچاخان به وئيل

    زۀ تاسو له يو داسې وسله درکوم چې کوم پولېس پوځ ئې ستاسو نه نۀ شي اخيستې .دا پېغمبري وسله ده، د دنيا يو طاقت هم دې ته نشي ټينګېدے . کله چې تاسو خپلو سیمو ته لاړ شئ نو هلته خلکو ته اووائئ چې دلته يو خدائي لښکر دے چې د هغوي وسله ،عدم تشدد، دے خپلو خپلوانو او کليوالو ته اووائې چې پۀ دې خدائي لښکر کښې شامل شئ. هغوي ته اووايئ چې پۀ دې لاره کښې ټول کړاؤونه او ازمېښتونه دي. دغه هر څۀ دې پۀ صبر سره اوزغمي کۀ صبر ئې وکړو کامیاب به شي.

    د عدم تشدد د غورځنګ سره د پښتنو پۀ سوونو کالو تاريخ تړل شوے دے. تشدد پښتانۀ ټول عمر ژوبل کړي او وطن ئې وران شوے ځکه د دغه مفکورو نه پام اړول لازم دي، د قامونو منزل ته اوږد مزل وي، کله هم چې يو قام خپل قامي مرام ته چې رسي نو د ډېر څۀ قرباني ورکول وي، ډېر څۀ ئې بيللې وي نو هله پۀ يو ډګر ودرېږي چې نظريه جذبه او عزم وي نو دغه منزل ته مزل ډېر زر لنډېږي.

    پۀ 2004 کښې د پارس نوبل جائزه ګټونکې ښځۍ شېرين عبادي دا غوښتنه کړې وه چې د ، عدم تشدد ،نړيواله ،ورځ دې ونمانځل شي. هندوستان دا خبره ډېره خوښه وګڼله، او دا وړاندېز ئې ،بېن الملل ،ته ويوړو، پۀ پينځلسم جون 2007 کښې ،بېن الملل ، دا خبره ومنله، رايه شماري وشوه او 143 رائې د دې پۀ حق کښې راغلې، دوېم اکتوبر د ګاندهي جي د زېږون ورځ ده، پۀ دې نسبت دغه ورځ وټاکل شوه خو ولې بلخوا تاريخي حقيقت او واقعیت دا دے چې باچاخان د ګاندهي نه ډېر ستر دے خو د ګاندهي جي شاته رياست دے او باچاخان لا د خپل اولس ، سويلي اېشيا ، مېنځنۍ ايشيا، او ټولې نړۍ د امن پۀ هيله لکه د پل پۀ شان بې رياسته د جلال باد پۀ باغ کښې شلېدلې تڼۍ پروت دے .

    فقه شریعت پښتو پۀ ځاے تمامه ده

    وينه د پښتون پۀ بل پښتون باندې حرامه ده

  • لانجه مار وزيراعظم

    لانجه مار وزيراعظم

     

    د فواد چوهدري وېنا ده چې پۀ دنيا کښې پۀ انټلېجنس شخصياتو باندې دومره اخبرې اترې نۀ کېږي کومې چې پاکستان کښې پۀ ميډيا کېږي، چې د هغې د وجې نۀ د انټلېجنس سربراه نوم “هاوس هولډ نېم” شي يعنې د هر کور بنده ئې پېژنې او تبصرې پرې کوي۔ فواد چوهدري دا ټول تور پۀ ميډيا لګوي، چې دا هر څۀ د ميډيا پۀ شرارت کېږي، دا ولې داسې کېږي؟ ځکه چې پۀ پاکستان کښې کلېرېټي نشته۔ پۀ ټوله دنيا کښې داسې کنټرورسي د تبادلو پۀ صورت کښې نۀ وي، کومه چې پۀ پاکستان کښې ده، نو بيا فواد چوهدري الزام ولې پۀ ميډيا اچوي۔ يو خوا فواد چوهدري د ائي اېس ائي د سربراه نوې تقررۍ د چاے پۀ پيالۍ کښې د طوفان ټوله ذمه دارۍ پۀ ميډيا اچوي او بيا هم دغې يوه سا کښې دا وائي چې څومره زر دا مسئله حل شوه نو ښۀ به وي يعنې فواد چوهدري پۀ خپله بل چا ته مخاطب دے چې څومره زر وشوه نو ښۀ به وي يعنې نۀ ئې بيا د چاے پۀ پيالۍ کښې طوفان ګڼي بلکې يو سنګينه مسئله ئې بولي، چې مسئله وې نو ميډيا به پرې بيا خبر خا مخا ورکوي، سياستدان او صحافيان به بيا تبصرې هم کوي، ځکه چې دا پۀ بېن الاقوامي توګه باندې يو منلے شوے حقيقت دے چې چرته خبر وي، نو بيا پۀ خبر يو نظر هم وي۔ پۀ دنيا کښې چې څومره دا سې قسمه ادارې دي، نو هغه داسې کردارونه هم نۀ کوي، کوم چې پۀ پاکستان کښې کېږي۔ پۀ خوا کښې کۀ مونږ پۀ خپل ګاونډي ملک نظر واچو، نو دغلته خفيه ادارې داسې پوليټېکل رول نۀ ادا کوي، کوم چې پۀ پاکستان کښې ادا کوي۔ کله هم او چرته هم پۀ هندوستان کښې سياسي منېجمنټ نۀ کېږي، نۀ چرته سياسي ډلې ئې جوړ کړې دي۔ نۀ دا الزامات چرته لګېدلې دي چې پۀ الېکشن او الېکشن ټرېبيونل اثر انداز شوي دي۔ نۀ چرته د سياستدانانو سره خفيه ملاقاتونه شوي دي۔ نۀ چرته پۀ امريکه کښې داسې ښکاري، کومې چې دلته داسې اوپنلي ښکاري، دلته خو وزيراعظم صېب پۀ جار وائي چې پۀ تاريخ کښې چرته هم اسټبلشمنټ پۀ يوه صحفه نۀ دے پاتې شوے، کوم چې اوس دے، اسټبلشمنټ د حکومت د ائيني احکامتو تابع وي، چې جمهوري حکومت د چا هم وي، د يوې صفحې د نعرې مطلب شو چې مخکې اسټبلشمنټ د ائين نه باغي ؤ۔ د دهرنې پۀ دوران کښې به هره ورځ عمران خان وئيل چې نن به د امپائر ګوته اوچتېږي۔ د دې مطلب خو د عمران خان پۀ نزد دا اقرار ؤ چې د وزيراعظم اتار چړهاو د عوامو نۀ بلکې د بل چا کار دے، د بدقسمتۍ نه يوه ورځ هم عمران خان ته “شټ اپ” کال نۀ ؤ راغلے، چې دا پۀ مونږ الزام ولې لګوې۔ نۀ چرته پۀ يو ملک کښې چرته د ادارې يو سربراه داسې وئيلي دي چې فلانکے سياسي جماعت ما جوړ کړے ؤ لکه حميد ګل به چې وې چې ائي جے ائي ما جوړه کړې ده، نو بيا فواد چوهدري پۀ کوم بنياد ولې ګيله کوي چې پۀ يو ملک کښې هم د انټلېجنس سربراه نوم هاوس هولډ نۀ وي، کوم چې پۀ پاکستان کښې دے۔ نن چې وړه لېلو ( مريم ) پۀ خپلو جلسو کښې د ائي اېس ائي د سربراه د پاره کومه لهجه استعمالوي، يقينا چې دا زمونږ د پاره د شرم او د افسوس مقام دے چې د ملک د ټولونه پۀ يو مقدس اداره باندې داسې اټېکونه کېږي، کۀ چرې زمونږ ادارو پۀ سياست کښې انوالمنټ نۀ کولو، نو داسې اټېکونه به عوامو نۀ برداشت کول، مرسته خو وړې لېلو سره سوال نۀ پيدا کېدو چې کړې به ئې وه او نۀ به وړې لېلو داسې اوتې بوتې وئيلې وې، د افسوس مقام دا هم دے چې د دې ادارې د داسې کردار له کبله نن نواز شريف (بحثيت هائي مقام ) هم دے ځکه چې بقول د شيخ رشيد، نواز شريف همېشه د چار نمبر ګېټ مزې خوړلې دي۔ بقول فواد چوهدري دا حساس معاملات دي، پۀ دې هاوس هولډ بحث نۀ دے پکار۔ مان ليا چې دا حساس معامله ده، بلکې يقينا چې حساس معامله ده، پۀ کابينه کښې پۀ دې باندې بحث کول به مناسب وګڼم، خو عمران خان له خپل جماعت ته پۀ دې باندې بريفنګ ورکول ماته نامناسبه خبره ښکاري چې وزيراعظم داسې کوي، نو بيا د فواد چوهدري پۀ ميډيا دا الزام ولې دے چې دا د چايو پۀ پيالۍ کښې يو طوفان دے چې د ميډيا د وجې نه دے۔ وزير اعظم پۀ ښکاره خپل جماعت ته وائي چې زۀ غواړم چې د افغانستان د مسئلې د وجې نه فېض حميد زۀ شپږ مياشتې نور برقرار وساتم، خو زما د مرضۍ نه خلاف فېصلې کېږې، حالانکې پۀ ملک کښې ادارې اهم دي، افراد نۀ دي۔ پۀ دې ملک کښې د سول سپرېمېسي نعرې نن سبا د وړې لېلو ابا جي هم وهي، عمران خان هم ځان د جمهوريت علمبردار ګڼي، ښۀ به وه کۀ وزيراعظم يو قدم نور هم مخکې تلے وے، چې د انټرويو پۀ ځاے ئې وئيلے وې چې دا نومونه به پارلېماني کمېټۍ ته پېش کولے شي، لکه څنګه چې د ملک د اهم عهدو د تقررۍ د پاره د امريکې کانګرس کوي، نو د شفافيت او سول سپرېمېسي دعوا به نوره هم مستحکم وه او د عوامو مرسته به هم د خان پۀ شا وه، فواد چوهدري له دې ته هم کتل پکار دي چې دنيا کښې داسې هم کېږي۔ د فواد چوهدرې الزام پۀ ميډيا باندي لګول سراسر بې بنياد دے، دا د پي ټي ائي د حکومت د اهليت فقدان دے، کار ترې د سره کېږې نه او د الزام د توپو مخ ئې بيا ميډيا طرف ته وي، د پي پي پي پۀ دور کښې د کياني صېب پۀ ملازمت کښې توسيع شوې وه، چا ته پته هم نۀ وه لګېدلې۔ دلته چې د صدر کوم کار وي، د هغې سمري هم وزيراعظم جاري کوي، نو بيا ئې لوبه خود بخود د تماشو وي، د موجوده ارمي چيف د ملازمت د توسيع معامله ئې بيا ځکه د سپريم کورټ د فېصلې نه بغير کولې هم نۀ شوه۔ د پاکستان ميډيا څۀ کوې چې ټوله دنيا ئې راته بيا پۀ تماشه کړې وه۔ د توسيع ملازمت دا معامله دومره د تماشو شوه چې بيا د پاکستان د ائين پۀ کان کښې دا نقطه هم رابرڅېره شوه چې پۀ ائين کښې خو د ارمې چيف د مدت ملازمت د سره تعين نشته۔ بيا د سپريم کورټ پۀ حکم باندې د مدت ملازمت تعين وشو۔ بيا وروستو د توسيع معامله حل شوه۔ چونکې پۀ ائين کښې د مدت ملازمت تعين نۀ و يعنې يو ائينې خلا وه، اپوزيشن د ائيني خلا د پوره کولو د پاره د مدت ملازمت تعين د ائيني مرستې پۀ صورت کښې وکړو، نه چې دا مرسته ئې کړې وه چې موجوده ارمي چيف له دې توسيع ورکړې شي، بلکې دا معامله ئې د وزيراعظم پۀ اختيار کښې پرېښوده يعنې وزير اعظم کۀ غواړي، نو کولے شي۔ بيا وروستو دواړو ډلو يعنې پي ټي ائي حکومت او پي اېم اېل ډرامه بازي شروع کړه، فېصل واډا پۀ يو ټاک شو کښې بوټ پۀ مېز کېښودلو چې پي اېم اېل ” رينګتے رينګتے ” بوټ له ووټ ورکړو او د پي اېم اېل مشر دا ډرامه وکړه چې زما د مرضۍ خلاف پارټۍ فېصله وکړه، خو نون ليګ پۀ دې نافرمانۍ هيچا ته شو کاز نوټس جاري نۀ کړو او عمران خان دا پروپېګنډه وکړه چې ارمې چيف ته پۀ اتفاق رايه سره توسيع ورکړې شوه، حالانکې وزير اعظم ته ائيني اختيار مېلاو شو چې داسې کولے شي، کۀ وزيراعظم کښې حوصله وي چې افراد ناګزير نۀ وي بلکې ادارې ناګزير وي، نو وزيراعظم انکار کولے شو، خو د مهربانۍ چترۍ څوک لرې کوي۔ راته ښکاري چې وزيراعظم اوس هم پۀ ډي چوک کښې ولاړ دے، نۀ سمري جوړول ورځي او نۀ دستخط کولے شي، نۀ بيا به طوفان خا مخا حقيقي وي، نۀ چې د چايو پۀ پيالۍ کښې به وي۔ وزيراعظم هم پۀ جار چغې وهي چې مونږ مثالي طور باندې پۀ يو صفحه يو، وړه لېلو هم بې لګامه لګيا ده، مهربانه صحافيان هم نن اعتراف کوي چې پۀ عمران خان باندې د اسټبلشمنټ ډېر احسانات دي يعنې داسې پېټرن د قوم مخې ته پۀ ډاګه ښکاري چې اسټبلشمنټ پۀ سياست کښې مکمل ککړ دے۔ د دې تنازعې د پېدائش سره د ملک فضا هم څۀ بدله شوې ده، ناڅاپه يو ځل بيا لبېک ډلې مېدان ته راوتې ده، قاف ليګ هم د عمران خان خلاف د ګيلو ډالباش سپړدلے دے، مقبول صديقي اف اېم کيو اېم هم پۀ ترنم سره لګيا دے چې “هم پرېشان هېن بلکې واقعې پرېشان هېن”۔ د بلوچستان تبديلي هم د يو خاموش طوفان څرګندونه کوي يعنې يو پېج ماتېدو پله روان دے- پۀ ائين کښې هم څۀ واضحه نۀ ښکاري چې اخر د ټرانسفر طريقه څۀ ده، پۀ ائين کښې مکمل وضاحت پکار دے بلکې د سويلين بالادستۍ د پاره د اپر پوسټونو کۀ پۀ هره اداره کښې وي د پارلېمانې کمېټۍ پۀ لاس کښې پکار دے۔ د څۀ رېټائرډ جرنېلانو دا خيال دے چې پۀ ارمې کښې د پوسټنګ او پروموشن اختيار د ادارې سربراه سره پکار دے ځکه چې هغه رائټ مېن فار دي رائټ جاب ښۀ پېژني، کۀ داسې وي او يقينا چې داسې ده، بيا اعتراض نۀ دے پکار، خو سوال دا دے چې دا حق د هرې ادارې د پاره پکار دے يعنې يو فوجې افسر له د رېټائرمنټ نه پس نورو ادارو ته د “باس” پۀ روپ کښې تلل نۀ دي پکار۔