Author: Siddiq Nangyal

  • سور شين او تور (افسانه) – ډاکټر همدرد يوسفزے

    سور شين او تور (افسانه) – ډاکټر همدرد يوسفزے

    هغې څو لمحې خپل سپين سپين لاسونو ته داسې پۀ ځېر ځېر کتل لکه د دغه لاسونو پۀ کرښو کښې د خپل سبا هيلې ګوري. کرښې تاؤ راتاؤ وې، يوه نېغه کرښه بيا د هغه کرښې پۀ مېنځ کښې وړې وړې کرښې چې پۀ نېغه کرښه تلې راغلې وې. څۀ بې ځايه پېل شوې کرښې او څۀ بې ځايه ختمې شوې کرښې .

    د لاسونو کرښې د انسان قسمت ټاکي هم دغه کرښو کښې د راتلونکي ژوند پۀ اړه بلا معلومات خوندي وي لکه دا کرښې چې د ماډرن کمپوټر سېسټم پۀ رنګ کوډونه وي. هغې لا کرښو ته کتل چې د ټيلي فون زنګ ئې پام ځان ته واړوو. هيلو بلې! بل اړخ ته يو موثر نري شان ښځينه اواز وتلو چرته يې؟ نن کار ته راځې کۀ نه؟

    “بلې زما طبعيت سم نۀ دے، زۀ نۀ شم کولې چې نن درشم تۀ ماته عريضه وليکه زۀ غواړم نن چهټي وکړم سر مې خوږېږي ځان مې درد کوي. “مسکا پۀ يو غږ کښې خبره خلاصه کړه او موبائيل ئې سر چپه پۀ مخامخ مېز کېښودو.

    مخکښې لۀ دې چې هغه بيا د خپل لاسونو کرښو ته ځېر شي. پۀ مخامخ دېوال لګېدلي عکس ئې توجه ځان ته راجلب کړه. پۀ مخامخ دېوال د شربت ګلې عکس لګېدلے ؤ د هغې شنې سمندر رنګه سترکو کښې ښکلا وه او کۀ درد … حسن ؤ کۀ بې بسي… هغې پۀ خپلو زنګونونو لاسونه کېښودل او يو دم پاڅېده عکس پله روانه شوه. مخامخ د شيشې د کهړکۍ نه ښکارېده چې واوره لا هغه شان پونه پونه ورېږي، هغې يخني احساس کړه خو د سنټرل هيټنګ سسټم لۀ کبله دغه کوټه کښې تودوخه نورمال وه. هغه کهړکۍ ته نېژدې شوه باهر نظاره تکه سپينه وه تر لرې لرې لوړې او لړۍ ښکارېده، واوره ورېده ،.

    د واورې سره هغې ته کابل راياد شو …. لکه چې مور ئې غږ کړے وي.

    “ميراته شې چرته يې ورور به دې اوس ستړے راشي هله شابه انګهټۍ ته خشاک واچوه نن خو اسمان سورے شوے دے دا جړۍ دومره اوږده شوه …”

    هغې زر زر خپل غوږونه لک کړل لکه رښتيا چې د هغوي د کابل کور وي او مور ورته غږونه کوي خو زر زر ئې حواس بحال شو. دا خو د اوسلو ښار دے کابل چرته دے؟؟

    د مور هډوکي به اوس خاورې شوي وي … هغې زر زر پۀ ګوتو د مور د مرګ کلونه شمېر کړل …. اتۀ نهه لس يولس دولس …. پوره دولس کاله وشول …

    هغه نېغه لاړه د شربت ګلې عکس ته ودرېده … سترګو ته ئې ځېر شوه … شنې سمندر رنګه سترګې او پۀ سترګو کښې پټ دغه درد … دغه درد لکه چې هغې محسوس کړے وي ..

    هغه نوره نېژدې شوه لکه دغه سترګو ته ننوتل غواړي، دغه سترګې کتل غواړي … تف لعنت شه کېمره مېنه تا دا عکس ولې اخستو، هغې د ځان سره پټ پټ دوه درې ښکنځل هم وکړل … سترګې ئې د اوښکو ډکې شوې. سر ئې بيا نرے درد شروع کړو….

    د شربت ګلې د سترګو نه ئې اوس پام د هغې څادر پله راغے … سور څادر او د څادر پۀ مېنځ کښې دغه سوري. يعنې دغه څادر سورے دے. دغه سوري څادر کښې هغې ټول افغان وطن وليدو .. غريبي … بې بسي ، بې وزلي…

    د ناصر باغ کېمپ ئې پۀ سترګو سترګو او د خيال پۀ جزيرو کښې لاړ راغے. د څادر پۀ سوري کښې د شربت ګلې د قميص رنګ ته ځېر شوه. شين دے؟ سور دے؟ اودي ښکاري … هغې فېصله نۀ شوه کولې چې د قميص رنګ ئې څنګه دے … هغې مخامخ کهړکۍ باندې پرده راوويسته … واوره ورېدل اوس نۀ ښکاره کېدل. بلب ئې ښه کړو بيا د قميص رنګ ته ځېر شوه. هو هو دا شين دے لکه ملي بېرغ کښې شين رنګ. هغې زر زر سوچ وکړو لکه د شربت ګلې پۀ دغه عکس کښې ورته ملي بېرغ ښکاري، شين قميص، سور څادر، دغه سوچ سره يک دم ټکنۍ شوه، سور او شين خو دغه شو خو تور رنګ پۀ دغه عکس کښې کوم دے. هغه يو ځل بيا د شربت ګلې سترګو ته ځېر شوه د دې خو سترګې شنې دي سمندر رنګه دے … زر زر ئې د عکس پۀ سترګو لاس کېښود چې تور رنګ پکښې پېدا کړي … زړۀ ئې ټکان وخوړ .. يوه اوښکه ئې پۀ سپينو اننګو چې د شونډو خواته لاړه نو د ژبې سره مس شوه … مالګې مالګې اوښکو ئې زړۀ تسل کړوً…

    د ملي بېرغ تور رنګ پۀ دغه عکس کښې شته … د شربت ګلې تور قسمت چې هغه صرف بينا سترګې پۀ دغه عکس کښې ليدے شي …

    هغې د ځان سره ووې …

    سور څادر، شين قميص او تور قسمت … دغه عکس خو د افغان وطن قيصه کوي. دا قيصه چې د شربت ګلې د سترګو غوندې ښائسته هم ده. د څادر پۀ شان ئې سره هم ده او د قسمت پۀ شان ئې توره هم ده .

    هغې زر زر د موبائيل سره هېنډ فري پېوست کړل … پۀ نازکو ګوتې ئې څۀ وليکل د هغې پۀ غوږونو کښې نري شان موسيقۍ سره غږ شو… …

    د زړۀ زخم مې د سرې مالګې کمر دے

    راختلي پرې د سپينو اوښکو لمر دے

    د سپينو اوښکو د توري سره د هغې پۀ مخ بيا دوه درې اوښکې غاړې غټۍ شوې ….

    موسيقۍ نه بې پراوه شوه .. مخامخ پۀ کهړکۍ راغلې پرده ئې لرې کړه .. واوره لا هغسې ورېده .. سپينه سپينه پونه پونه واوره .. د اوسلو ښار سپين څادر اغوستے ؤ ..

    هغې د موبائيل اواز ټيټ کړو د واورې د ورېدو اواز ته ځېر شوه خو د واورې د ورېدو اواز چرته وي. واوره خو هم داسې ورېږي .. بې اوازه …

    لارې وتړي، جذبې کنګل کړي، غريبي راوسپړي .. هغې زر زر خپلو پښو ته لاس کړو لکه چې پښې ئې کنګل شوي وي. د کوټې تودوخه د دېرش نه بره وه خو هغې محسوسوله لکه چې د هغې پښې کنګل شوي وي

    هغې د کڼې پښې تلي نه لاس ورتاو کړو …

    او سوچ واخسته …

    هغې ته ياد شو چې د کابل پۀ ښار کښې د هغوي د کور مخې ته هغه او د هغې ورور اېمل خان لوبې کوي …

    زما نور بس دے ګوره ابا به راشي. بيا راته غصه کوي؟ زۀ کور ته ځمه … اېمل غږ ئې واورېدو، نه نه نه لا خو وختي دے دا خو واوره ورېږي نو ځکه ناوخته ښکاري.

    اېمله زما پښې کنګل شوې ته وينه کنه!

    زما پښې واورې شنې کړې زۀ لاړم ادې به راته کارونه اېښي وي ..

    بيا ئې د اېمل څهره د سترګو مخې ته لاړه راغله. اېمل خو اوس تاند زلمے دے. دا ځل مې کاکا وې چې راشي نو وادۀ به ورته کوو.

    هغې خپلې پښې بيا کنګل کنګل محسوس کړې …

    هغې زر زر د پام بدلولو پۀ خاطر سندره تېزه کړه

    غږ شو …

    اے مالکه د جهان د قسمتونو

    ولې نه اورې فرياد د سوي زړونو

    ستا جهان کۀ جهنم دے نۀ پوهېږم

    واوره لا هغه شان ورېده …. د هغې سترګې سرې شوې. اېمل به چرته وي دا خو اتلسمه ورځ ده هېڅ ورته زنګ نه ځي.

    هغې زر زر موبائيل کښې د اېمل نوم ډائيل کړو ….

    د هغه غاړې هم هغه غږ ؤ چې هغې د تېرو اتلسو ورځو نه اورېدو.

    “دغه شمېره چې تاسې ډائيله کړې، د ساحې نه وتلې ده او يا ګل ده، مهرباني وکړئ وروسته بيا اړيکه ټينګه کړئ”.

    هغې يو ځل بيا کوشش وکړو خو ځواب هم دا ؤ …

    خداے دې خېر کړي وروره تۀ به چرته يې .. تاته خو ما وئيلي وو دا څۀ معاش دے چې تۀ ورپسې داسې ورک ګرځې؟ دا به درته زۀ دلته ناروے نه درلېږمه … خو اېمل به تل وئيل کم عقلې خور دا د معاش خبره نۀ ده، دا زمونږ وطن دے او د وطن ښېګړه پۀ معاش نۀ وي. د دغه وطن مې سر قربان دے.

    واوره لا هغسې ورېده … پونه پونه سپينه واوره بې اوازه واوره …

    د شربت ګلې عکس هم هغه شان پۀ دېوال کښې د دغه کور مېرمنه څارله ….

    هغه پاڅېده هېندارې ته ودرېده پۀ سترګو ئې زور کړو درد ئې سر ته لاړو. لکه دغه درد به هغه لېونۍ کړي.

    هغه زر زر بلې کوټې ته لاړه، ټي وي ئې چالان کړو. خبرونه ته ځېر شوه …

    کابل سقوط شوے ؤ. خلک د بې اعتمادۍ او بې بسۍ پۀ فضا کښې پۀ منډو وو…

    هغې زر زر بيا ټي وي ګل کړو. د اېمل موبائل ته ئې زنګ ووهلو هلته هم هغه غږ ؤ …

    “دغه شمېره چې تاسې ډايله کړې، د ساحې نه وتلې ده او يا ګل ده، مهرباني وکړئ وروسته بيا اړيکه ټينګه کړئ”.

    هغه واپس اولې کوټۍ ته راغله …. د کهړکۍ پرده ئې کش کړه واوره واوره ورېده … د شربت ګلې عکس تک سپين ښکارېدو .. شنۀ، سرۀ ، تور رنګونه د هغې د عکس نه ختم شوي وو، داسې ښکارېده لکه چې د شربت ګلۍ عکس سپين کفن اغوستے وي او دغه عکس کښې ټول وطن پۀ سپين کفن کښې انغښتے وي …………

  • روپۍ وړه پۀ تول پوره ۔۔۔۔۔۔۔ – (خاکه)  ګل محمد بېتاب

    روپۍ وړه پۀ تول پوره ۔۔۔۔۔۔۔ – (خاکه) ګل محمد بېتاب

    سور سپين مخ، غونډ مخ، شنې سترګې، لنډه فېشني سور بېخښنه ږيره، وړوکے قد او د حد نه زياته معصومه څهره لرونکے چې د خبرو انداز ئې لکه د مدرسو د قاريانو غوندې د ادب نه ډک دے۔ چې خبرې کوي نو انتهائي د معصوميت او صداقت ګمان پرې کېږي خو نور ګورې ښۀ پوره حضرت دے ۔ یو کمال ئې دا دے چې د خپل شکل او رنګ روغن پۀ وجه د خپل طبعي عمر نه ډېر کشر ښکاري۔ چې ما ئې تر څو زلمي ځامن نۀ وو ليدلي نو ماته ډېر کشر ښکارېدلو خو چې خپله ئې راسره خپل دوه زلمي ځامن معرفي کړل نو پوهه شوم چې د دۀ متعلق زۀ دهوکه شوے وم او دا دهوکه يوازې د دۀ د عمر پۀ حقله نۀ وه بلکې ورو ورو ئې راته نورې هم ډېرې خبرې راښکاره شوې۔ بس داسې وګڼه چې د دۀ پۀ حقله زما اکثرې اندازې غلطې ختلې دي۔ حالانکې نور کله داسې ډېر کم شوي دي خو زۀ دا ګڼم چې دا د دۀ د څهرې، خبرو د انداز او فطري معصوميت وجه ده۔ ځنې خلق وايي چې مخ د زړه اٸینه وي خو پۀ دۀ د دغه فارمولې اطلاق سم نۀ دے۔ دۀ سره زما تعارف څنګه وشو نو دا بس محض اتفاقي غوندې کار ؤ خو چې ورغلم نو پۀ نا پېژندګلوۍ کښې ئې زما لږ ډېر خاطر وکړو۔ دا هم راته معلومه شوه چې دے کۀ زمونږ کليوال نۀ دے نو د علاقې خو ضرور دے۔ زمونږ پۀ کلي کښې ډېره پېژندګلو لري او لسم ئې زمونږ د کلي د سکول نه پاس کړے دے۔ داسې ډېر د کلي علاقې خلق شته چې زۀ او دے ئې دواړه پېژنو او ورسره مو غم ښادي ده۔ خېر سر به مو څۀ خوږوم خو چې بيا به کله کله محله جهنګۍ ته تلم نو د دۀ دفتر ته به هم ورتلم، اتفاقاً پۀ دغه ورځو زما زاړۀ ډېر پېژندګلو کسان لکه عصمت سوراني، ابراهيم رومان، اطلس ګل اطلس، پروېز شېخ او ځنې نور هم دغلته ډېر راتلل۔ داسې ورو ورو مو د دۀ ځاے د ملاقاتونو مرکز وګرځېدو۔ بيا ما څو خاکې هم د دۀ پۀ ترغيب پۀ ځنې مشرانو او همځولو ليکلې دي۔ دې دوران کښې راته ګڼو ملګرو پۀ دۀ هم د يوې خاکې ليکلو وئيلي وو خو ما به پرې ځان ناغرضه کړو ولې چې ماته د دۀ پۀ حقله څومره معلومات د خاکې د پاره پکار وو نو هغه ما سره نۀ وو او خاکه خو پۀ خوبيو او خاميو دواړو ليکلې کېږي۔ دا لفظي تصوير لکه د مصور د تصوير ګونګے نۀ وي بلکه د چا چې بنده خاکه ليکي نو د هغۀ د ظاهر او باطن، پټ ښکاره هر څۀ پۀ حقله ورته معلومات پکار وي او دغه وخت دا ماته ډېر نۀ وو۔ بهر حال هم دغه موده کښې ئې اېم فل کښې داخله واخسته او موضوع ئې “پښتو ادب کښې خاکه نګاري” خوښه کړه۔ دا موضوع ئې د خېبر پښتونخوا پورې محدوده وساتله، خيال ئې دا ؤ چې وروسته به پۀ دې موضوع پي، اېچ ډي کوي نو ورسره به د افغانستان او بلوچستان د ليکوالو پۀ خاکو هم کار وکړي۔ غېر ارادي طور ئې د بلوچستان د خاکه نګار پروفېسر حمیدالله صېب د خاکو پۀ کتاب ښۀ بحث کړے دے چې د دۀ کتاب “ادبي خاکې او نورې سمونکې” د پښتو خاکو وړومبۍ مجموعه ده نو پۀ دې حساب ئې ذکر ضرور پکار ؤ خو ورسره دۀ د هغو خاکو تفصیلا ذکر کړے بلکه د ځنې ئې سم تنقیدي جاج هم اخستے دے چې دا د دۀ د ټاکلې موضوع نه بهر وه۔ دغه شان د بلوچستان د یو بل لیکوال علي کمېل قزلباش پۀ خاکه ئې هم بحث کړے دے چې هغه پۀ مرزا خان پیڅي لیکلې ده ۔ د دغه خاکې نامه ده “قد اور ادیب”. پۀ اجمالي توګه ئې د افغانستان د خاکه نګارو ذکر هم کړے دے۔ دا موضوع څۀ اسانه نۀ وه ولې چې پۀ دې صنف کښې ډېر لږ کار شوے دے او تر اوسه ټول لس اتۀ کتابونه د خاکو چاپ شوي دي۔ وخت پۀ وخت ډېرو ليکوالو د خُلې د خوند بدلولو د پاره يوه يوه ´ دوه دوه او داسې درې څلورو پورې خاکې پۀ نزدې ملګرو ليکلې دي خو پۀ باقاعده توګه ورته ډېرو کمو ليکوالو پام لرنه کړې ده۔ دې موده کښې ما مسلسلې خاکې ليکلې نو دې يو بل ته نزدې کړو۔ دې تېرو پنځو شپږو کالو کښې هر کال دۀ دوه درې خپل واړه لوے کتابونه او ورسره دېرش څلوېښت د نورو کتابونه چې دۀ چاپ کړي وو ماته ډالۍ کړي دي۔ کله کله دې ته زۀ حېران شوے يم چې دا بنده خو ټوله ورځ د سحر نه تر ماښامه خپل دفتر کښې ناست وي ´ د نورو کتابونه چاپ کوي۔ يونيورسټۍ ته ځي۔ غم ښادي پالي نو دۀ سره دومره وخت چرته وي چې دے دې پکښې ليکل وکړي۔ منم چې تخليق د آمد سره تعلق لري خو دۀ پکښې وخت پۀ وخت د تحقيق او تنقيد کار هم کړے دے خو د ټولو نه زياته توجه ئې زما دې خبرې ته وه چې د خاکه نګارۍ پۀ حقله به دے کار څنګه کوي خو اخر پۀ دې شنډه موضوع ئې خپل کار سر ته ورسولو۔ د اېم فل ډګري ئې واخسته اوس ئې پۀ پي، اېچ، ډي کښې داخله وکړه۔ خپل تحقيقي کتاب ئې چاپ کړو او دا دے تر ما راورسېدو۔ دا کتاب زما پۀ ډېرو وجو خوښ شۀ يو خو دا چې پۀ دې موضوع دا وړومبے کتاب دے نو پۀ دې وجه خاص اهميت لري او بله دا چې کتاب مې ولوستو نو د سر نه واخله تر اخره پۀ کښې زما او نورو د خاکو د ډېر تفصيلي ذکر نه علاوه چې نورو او ما کومې دوه درې مقالې پۀ خاکه نګارۍ ليکلې وې نو د هغې ذکر هم پۀ کښې پۀ کثرت سره ځاے پۀ ځاے موجود ؤ۔ د دې کتاب پۀ شا چې مې د دۀ د کتابونو تفصيل وکتو نو بس يو کم شلو ته رسي۔ هسې هم د پښتو متل دے چې دنيا چا شل کړې نۀ ده۔ دا کتابونه ئې د تخليق، تنقيد، تاليف، تدوين او ترتيب سره تعلق لري۔ دې کښې شاعري، ناول، افسانې، تحقيق، سفرنامه وغېره شامل دي نو حق لري چې پۀ دۀ دې څۀ وليکلے شي۔ ولې غټه وجه ئې دا وروستے کتاب “پښتو ادب کښې خاکه نګاري” ده۔ دې کښې زما او نورو خاکه لیکونکیو ذکر ډېر پۀ ښو الفاظو شوے دے ۔

    زمونږه يو مشر ليکوال ؤ نو کله چې به د هغۀ کوم نظم يا نثر “پښتون” رساله کښې چاپ شۀ نو پۀ سبا له به ئې تشريف راوړو۔ رساله به ئې پۀ لاس کښې نيولې وه۔ دغه وخت سيد مير مهدي شاه د رسالې ايډيټر او مرتضیٰ خان شاهين صېب ورسره مرستيال ؤ۔ رساله به ئې پۀ يو خاص انداز کښې پۀ ميز کېښودله او وبه ئې وئيل “رساله ډېره ښۀ ده خلق ئې خوښوي، د اردو او انګرېزۍ ژبې د ډېرو ښو او معياري رسالو سره ډغره وهي بلکې د هغوي نه هم غوره ده ” خو چې کله به پۀ کښې د هغۀ محترم ليکوال ليک شامل نۀ کړے شۀ نو چې کله به راغلو نو بيا به ئې داسې وئيل “دې رساله کښې هېڅ د کار خبره نۀ وي نو خلق څۀ لېوني خو نۀ دي چې پۀ دې خپل وخت او روپۍ ضائع کوي”.

    پۀ دې حساب زۀ يو قسم د اياز الله د کتاب پۀ حقله وٸیلے شم چې ډیر ښۀ کتاب دے ` خو غم دا دے چې هغه هم مجبوره ؤ او زۀ هم مجبوري لرم، د هغۀ مجبوري سندي تحقيق کول وو او پۀ سندي تحقيق کښې څوک تنقید نۀ کوي خو د دۀ پۀ دې تحقيقي مقاله کښې پۀ ټولو خاکو د تبصري کولو پۀ وخت څۀ نه څۀ تنقيد شته چې د هرې خاکې سره ئې ليکلي دي چې دا د کوم معيار ده۔ ښۀ ده، ګزاره کوي او کۀ نه کمزورې ده البته اتفاق او اختلاف ورسره کېدلے شي۔ دې سره دا حقيقت پۀ ډاګه شۀ چې پۀ کومه موضوع د تحقيق او تنقيد کولو پۀ وخت پۀ څېړنکار څۀ خاص پابندي نۀ وي خو کۀ هغۀ ئې نۀ شي کولے نو بهانه دا جوړه کړي چې مونږ ته اجازت نۀ وي۔ البته ځنې داسې خبرې ضرور وي چې دوي ئې پۀ سندي تحقيق کښې نۀ شي ليکلے نو بيا وروستو چې کله دوي کتاب چاپ کوي نو کۀ غواړي هغه خبرې پۀ کښې شاملوي۔ ما سره چې اياز الله کومه صلاح کړې وه نو د هغې پۀ رڼا کښې مې ورته مشوره ورکړې وه چې وروستو د چاپ پۀ وخت کښې دې پرې نور کار وکړي نو دا به ډېره شانداره مقاله جوړه شي خو د نا وزګارتيا، ناراستۍ او يا نورو وجوهاتو له کبله ئې داسې ونکړے شول۔ البته يوه ضميمه ئې ورسره شامله کړه چې د ملګري ډاکټر حنيف خليل د شپږو خاکو جائزه ئې اخستې ده۔ دا ئې ښه کار وکړو خو ورسره پرې دا اعتراض کېدلے شي چې پۀ دې موده کښې د نورو ليکوالو ګڼې خاکې چاپ شوې وې پکار وه چې هغه ئې هم دې ضميمه کښې د بحث لاندې راوستې وې لکه د اقبال کوثر، مامون الرشيد رشيد، رشيد احمد او اجمل فاروقي وغېره ګڼې خاکې زياتره پۀ سوشل ميډيا د خورېدو نه علاوه اکثر پۀ هغه رسالو کښې چاپ شوي دي چې چاپ کوونکے ئې دے پۀ خپله وۀ او ده ځان سره دغه ټولې خاکې جمع کړې هم وې ۔

    ما وړاندې وئيلي دي چې د اياز الله هم مجبوره ؤ او زۀ هم مجبور يم نو د دۀ مجبوري خو سندي تحقيق ؤ او زما مجبوري خاکه ليکل دي نو هغه شان صفتونه ئې نۀ شم کولے ولې چې خاکه پۀ خوبو او خامو مشتمله وي۔

    د اياز الله متعلق اوس زما رايه دا ده چې هغه د مشرانو خبره روپۍ وړه ده خو پۀ تول پوره ده۔ پۀ وړوکي ځان پۀ ډېرو مېدانونو کښې کار کوي۔ لکه د محنت مزدورۍ سره سره ئې خپل تعليمي سفر جاري ساتلے دے، ورسره ادبي هلې ځلې هم مخ پۀ وړاندې بيائي۔ دا هر څۀ دے څنګه کوي نو دا که ناممکن نۀ دي نو مشکل خو ضرور دي چې دې هر څۀ کښې دې توازن او اعتدال وي۔ البته چې کله کله پۀ دې کښې ګډ وډي راشي نو بيا د قاريانو پۀ لهجه کښې خبرې کوونکے او سوړ طبيعته انسان چې پۀ کومو الفاظو د خپلو ماتحتو بې عزتي کوي نو هغه هم د ليدلو سره تعلق لري۔

    دے تر خپله وسه کوشش کوي چې د وعدې پابندي وکړي حالانکې د دوي پۀ کار کښې دا ډېره ګرانه خبره وي ولې چې ټول کارونه د نورو پۀ لاسونو کول وي او هغه د پښتو متل دے چې پۀ پردي لاس مار هم وژل نۀ دي پکار۔ خو دے نغد سړے دے نو د نورو نه هم نغد کارونه غواړي۔ دې نه علاوه هر وخت ئې پۀ دفتر کښې مېله لګېدلې وي، پۀ مېلمنو خوشحالېږي او هر چا ته دا احساس ورکوي چې ګنې خاص تعلق ئې هم دۀ سره دے خو ورسره خپل کاروبار ته ئې هم مکمله توجه وي۔ زۀ نۀ پوهېږم چې دۀ ولې خپل دفتر له د “اعراف” نامه ايښې ده خو بس د طبيعت خبره ده۔ قرآن کريم کښې يو سورت هم پۀ دې نامه شته چې پکښې د اعراف ذکر دے۔ مفسرينو ليکلي دي چې دا د جنت او جهنم تر مينځه يو دېوال دے پۀ دې به هغه خلق ناست وي چې د هغوي نېکۍ او بدۍ خپلو کښې برابر وي يعنې دومره ګناهونه ئې نۀ وي چې دوزخ ته دې ولېږلے شي خو دومره نيکۍ ئې هم نۀ وي چې جنت ته دې لاړ شي۔ خو د مفسرينو تر مخه دوي به د خداے پۀ فضل وخت پس ته پۀ جنت کښې داخل کړے شي۔ زۀ چې کله هم د دۀ دفتر ته ورځم نو دې خبرې ته مې خيال شي ولې چې د دۀ دفتر هم پۀ قدرتي توګه نديم پلازه کښې داسې دے چې پۀ دريم چهت دے۔ دوه چهتونه ترې بره او دوه ښکته دي دا فېصله نشم کولے چې بره چهتونه ښۀ دي او کۀ ښکته خو مونږ ته ښکته ځکه ښۀ ښکاري چې دې ته د بره چهتونو پۀ نسبت پۀ اسانۍ ورخېژو۔ د اياز الله ترکزي رويه او طبيعت هم داسې دے چې دوست دے نو سم دوست دے او چې نۀ دے نو بس نۀ دے چې چا سره ئې تعلق دے نو ورسره غم ښادي، روغ رنځور، تګ راتګ بلکې د روزانه حالاتو او هر څۀ نه ئې ځان خبروي خو کۀ چا سره ئې طبيعت و نۀ لګېدو نو هډو نوم ئې نۀ اخلي۔ وړومبے خو د يارۍ دوستۍ له خاطره تر ډېره ګزاره کوي پۀ پټه خُلۀ هر څۀ زغمي خو چې کله خبره داسې د حد نه واوړي نو يو ملګري نيم ته د ګيلې او شايد د مشورې د پاره خبره وکړي خو که پۀ دې هم کار ونۀ شي نو بس بيا پۀ هغه ځاے د مشرانو خبره ورسره سخي کټي بېلوي۔ ما خپله ليدلے دے چې د څو ملګرو نه پۀ لويو لويو خبرو نۀ دے خفه شوے خو چې د صبر پېمانه ئې ډکه شوې ده نو وړه خبره ورته بهانه کړي او ځان ترې خلاص کړي۔ د يو ملګري نه ئې داسې زړۀ بد شوے ؤ بلکه تر اوسه بد دے، خبره د معمولي غوندې رقم ده۔ ما ورته يو ځل هسې ووې چې کۀ هغه دغه رقم راوړولو ته رضا شي نو بيا دې څۀ خيال دے صفا ئې راته ووې چې بس زړۀ مې ترې موړ شوے دے۔ دا رقم مې ورته هسې بهانه کړے دے۔ کله کله چې د چا نه تنګ شي نو ښار کښې تر اوږدې مودې پورې د اوسېدو پۀ وجه ئې دا تجربه شوې ده چې داسې پۀ څۀ کار ئې اړم کړي چې هغه ئې نۀ شي کولے نو خپله ترې بې غمه شي او یا ورسره داسې کار وکړي لکه یو سړے چې د کلي نه ښار ته پۀ کډه تلے ؤ ۔ پۀ دویمه ورځ ترې چا موټر پټ کړو خو چې ماښام ئې وکتل نو د کور مخې ته ئې موټر پاک صفا ولاړ ؤ چې چا سروس کړے هم ؤ۔ دۀ چې ګاډے خلاص کړو نو یو کاغذ پۀ سیټ پروت ؤ چې پرې لیکلے شوي وو “زۀ بخښنه غواړم کورودانه مې د بال بچ ناروغه وه او سمدستي حاجت ؤ نو ستاسو ګاډے مې بغېر د تپوس نه بوتلے ؤ ۔ زۀ معافي غواړم او زما د طرفه درې د سېنما ټکټونه او ورسره ستاسو د خوراک دا حقیر رقم چې زر روپۍ دي قبول کړئ۔ سړے د هغۀ کورودانه او خواښې پۀ خوشحالۍ فلم کتلو له لاړل خو چې واپس راغلل نو کور ئې ورله غلو تش کړے ؤ او یو خط ئې ورته لیکلے پرېښودلے ؤ : امید دے چې فلم به مو خوښ شوے وي : خو د دې برعکس چې چا سره ئې طبيعت لګي نو داسې څۀ بهانې ورته جوړوي چې هغه بنده خپل ځاے ته پۀ ورتګ مجبوره کړي۔ يوه زمانه به محترم سليم راز صېب ورله ډېر تلو راتلو ۔ دې کښې يوه دلچسپه خبره دا ده چې يوه ورځ اياز الله، عصمت سوراني او سليم راز صېب د رې واړه د قيصه خوانۍ نه يونيورسټي بک اېجنسي طرفته روان ؤ نو ډېر خوند ئې کولو ځکه چې د ټولو قدونه يو شان وو ماته پته نۀ وه چې دا څوک دي خو چې ورته مې د شانه وکتل نو زړۀ کښې مې راغلل چې دا خو درې واړه وروڼه ښکاري او غبرګوني وروڼه خو مې ليدلي دي ولې درې ګوني مې نۀ وو ليدلي۔ دوي پسې ورتېز شوم او چې ومې کتل نو دوي درې واړه پۀ ګپ روان وو۔

    عصمت سوراني يوه خاکه پۀ اياز الله ليکلې ده چې عنوان ئې دے “زما پۀ قد زما ملګرے” پۀ قد دا درې واړه يو شان دي خو پۀ فکر، کار او زيار کښې ئې ډېر فرق دے۔ البته د درې واړو پۀ وړو وړو وجودونو کښې داسې ښکاري لکه چې د دوي نه علاوه نور درې درې کسان وي خو پۀ دوي کښې د اياز الله ترکزي انفراديت دا دے چې دغه دواره د ګټې پۀ ورځ نۀ دي پېدا شوي او لکه زما خواروزار دي خو دۀ له پکښې د دنيا د ګټلو ټولې طريقې ورځي۔

    ما چرته اورېدلي يا لوستلي دي چې تاسو د چا د ښۀ سړيتوب اندازه لګوئ نو لويه نخښه ئې دا ده چې دوستان او نوکران ئې زاړۀ وي نو پۀ دې حساب چې وګورو نو د اياز الله د نمونې پۀ توګه څو زاړۀ دوستان شته خو هغه ئې اکثر خپلوان او کلي وال دي ولې نوکران ورسره ډېر زاړۀ نشته اوس نۀ شم وئيلے چې دې کښې د دۀ يا د دوستانو او نوکرانو څومره لاس دے۔ ځکه د پښتو متل دے چې پړق د يو لاسه نۀ خېژي۔ بهرحال دے کاروبار کوي، بازار کښې ژوند تېروي او بازار کښې چا له ورتلونکے هر سړے د بنده دوست نۀ وي بس خپل غرض له راغلے وي چې هغه تر سره شي نو پۀ خپله مخه ځي ځکه نو دفتر ته ئې نوي نوي خلق څو ورځي يا میاشتې ځي راځي او بيا پۀ خپله ورک شي یا دے ترې پۀ څه چل ځان خلاص کړي ۔

    دا هم حقيقت دے چې حجره جومات کښې ناست پاست دے نو د مېلمه پالنې پۀ چل ښۀ پوهېږي ورسره پۀ کښې د سخا ماده هم شته ځکه نو هر وخت ئې دفتر د مېلمنو نه ډک وي او اکثر د رخصتېدو پۀ وخت ورله هغه کتابونه هم پۀ ډالۍ کښې ورکوي کوم چې دۀ چاپ کړي وي۔ نن سبا ئې د پرنټنګ سره سره د کتابونو خرڅولو د پاره د “ادب محل” پۀ نامه دکان پرانستے دے چې دغلته هم د خپل سخاوت مظاهره داسې کوي چې ملګرو له کتابونه پۀ نيم قيمت ورکوي۔

    زما او نورو ځنې ملګرو کوشش دا وي چې کۀ څوک پېژندګلو تن مو کتاب چاپ کوي نو چې د دۀ د فتر لاره ورته سمه کړو۔ زما خو خپل ځاني پۀ دې کښې دوه غرضونه وي يو دا چې هغه کتاب چاپ کوونکي ملګري سره هم ګزاره وکړي او د دۀ هم کار روان شي ۔ دې سلسله کښې راسره دوه ځله ناوړه واقعات هم شوي دي چې هغه ذکر کول غواړم يوه واقعه خو دا ده چې د کوئټې نامتو ليکوال محترم عبدالکريم بريالي صېب د اردو خپل کتاب “ختم نبوت” چاپ کولو نو ماته ئې ووې چې څوک راله وګوره چې دا کتاب پرې چاپ کړو۔ دغه وخت زما زوے هسپتال کښې داخل ؤ خو دۀ ته مې و نۀ وې۔ دوه څلور ورځې بازار ته لاړم او د مختلفو کسانو نه مې د کتاب پۀ حقله نرخونه واخستل بيا ايازالله له ورغلم۔ بريالي صېب د کوئټې او لاهور د پبلشرانو نه هم نرخونه معلوم کړي وو۔ دا کتاب څلور سوه کاپۍ چاپ کول وو چې درې سوه پۀ کارډ او سل کتابونه پۀ ګته کښې پکار وو چې پۀ دې حقله ئې اياز الله سره باقاعده خط کتاب د موبائل د مېسجونو د لارې شوے ؤ خو چې کله ئې کتاب چاپ شۀ او هغۀ يوړو نو میاشت نیمه وروستو ئې ماته ووې چې ما ورسره د پنځو سوو کتابونو د چاپ کولو خبره کړې وه خو خبره ئې ځکه سمه نۀ وه چې د څلورو سوو کتابونو د چاپ کولو مېسج ئې ما او اياز اله ته خپله رالېږلے ؤ۔ دا ښۀ وه چې دغه پېغام ئې مونږ دواړو سره پۀ رېکارډ کښې ؤ چې ور ومو لیږلو ګنې نو بيا به صفائي ګرانه وه۔ يو خوا رانه بريالے صېب ګيله من ؤ او بلخوا اياز الله ګيله کوله او زۀ مينځ کښې حېران وم چې دا څه پۀ مصیبت واوړېدم ۔

    بل ځله زما يو بل زوړ شاعر ملګري عبدالخالق بادل صېب خپل د شاعرۍ کتاب “زنځيرونه” دوباره چاپ کولو چې زمونږ پۀ وېنا ورته اياز الله لس زره روپۍ پريښې وې خو وروستو خواؤ شاه دوه مياشتې پس بيا دۀ الزام لګولے ؤ چې ما نه ئې لس زره روپۍ ډېرې اخستي دي او تر دې چې د بازار د پرنټنګ يونين صدر ته ئې درخواست ورکړے ؤ او ورسره بلخوا اياز الله ترکزي هم دعوه کړې وه چې ما له بادل صېب ستاسو د دوستۍ پۀ وجه کمې روپۍ راکړې دي۔ نو ما له دې لس زره نورې راکړي او يا ئې راله تاسو راکړئ، دې الزام کښې ئې راسره ملګرے لیکوال ابراهیم رومان صېب هم شامل کړے ؤ څوک چې د دوي کلي وال دے۔ ولې ښۀ ده چې بادل صېب ته بيا څۀ وخت پس د خپلې غلطۍ احساس وشۀ او پۀ خپلو کړو ئې معافي وغوښته۔

    اياز الله د شاعرۍ مجموعه د “ګل سپرلے” پۀ نامه چاپ کړې ده خو ورسره ورته دا احساس شوے دے چې دې مېدان کښې څۀ نامه نۀ شي پېدا کولے نو هم پۀ دغه ځاے ئې د شاعرۍ نه سمه توبه کړې ده او ما ترې کله هم چرته شعر نۀ دے اورېدلے۔ يو ناول ئې هم د “جونګړه” پۀ نامه ليکلے دے چې څۀ ډېره مزه ئې نشته خو دا ئې وړومبے کوشش ؤ او يوه علامتي غوندې قيصه ئې ليکلې ده چې د فلمي سټورۍ غوندې پۀ منډه منډه قيصه خپل انجام ته رسي ګني د قيصي پلاټ ښۀ دے او مقصديت هم پکښې شته خو دۀ د ليک نو اموزي او ناتجربه کاري پۀ کښې صفا ليدلے شي۔

    د افسانو ئې تر اوسه څلور مجموعې د “درشل، تورمخونه، پټ پټوڼے او قرنطين” پۀ نامه چاپ شوي دي چې پۀ ترتيب واره توګه هره مجموعه کښې ئې د بلې نه تر څۀ حده ترقي کړې ده۔ د افسانه نګار پۀ حېث ئې مستقبل روښانه ښکاري او دا ئې د خوښې مېدان هم ښکاري چې پۀ يوه مخه پکښې ليکل کوي خو زما پۀ خيال د معياري افسانې ليکلو د پاره به ورله تندي پرېښودل غواړي او خپل ليکونه به ورله بيا بيا ليکل او اصلاح کول غواړي۔ زمونږ ډېر داسې ليکوال زۀ پېژنم چې هغوي ليکل ښۀ ډېر کولے شي خو خپل ليکونه چې يو ځل وکړي نو دوباره پرې نظر نۀ اچوي او يا پکښې ورته پۀ دوېم ځل خواري عبث ښکاري د دوي د افسانو مجموعه “پټ پټوڼے” مسوده ما کتلې وه او مشوره مي ورکړې وه چې که دا دوباره وليکې او لږه خواري نوره اوکړې نو شاندارې افسانې ترې جوړېدلے شي خو د ډېر معمولي او اسان بدلون نه علاوه ئې پکښې نور کار د ناراستۍ پۀ وجه و نۀ کړے شۀ۔

    د تحقيق، تنقيد، ترتيب او تدوين پۀ لړ کښې ئې چې کوم کارونه کړي دي نو هغه يقيناً د معيار له لحاظه غوره دي او دا چل ئې لکه چې د سندي تحقيق د داخلې پۀ دوران کښې زده کړے دے۔

    د ايازالله يو ښۀ کار دا دے چې لکه د پخوانو دکاندارانو او اټۍ والو ترې څوک مسلسله سودا کوي نو ورسره لپه چڼې پلي پۀ چونګي کښې ورکوي لکه پروېز شېخ صېب چې پرې څو ناولونه چاپ کړل نو د هغۀ پۀ ژوند او فن ئې يو کتاب مرتب کړو. دغه شان د نوموړي ليکوال سعد الله جان برق صېب څو کتابونو سره ئې هغۀ ته هم د چونګي پۀ توګه د هغۀ پۀ ژوند او فن کتاب تيار کړو۔ يو بل کتاب ئې پۀ ډاکټر شېرزمان سیماب مرتب کړے دے اګر چې دۀ پرې خپله هغه هومره کتابونه نۀ دي چاپ کړي خو پۀ يونيورسټۍ کښې ئې استاد دے بل کېدے شي نور ئې ورله لس اتۀ کسان رالېږلي وي او کۀ وګورو نو د هغۀ پۀ حقله کتاب ئې هم د نورو دوه کتابونو نه د صفحو پۀ لحاظ کم دے او کۀ د کتابونو چاپ کولو سودا ئې دۀ سره روانه وه نو دا کتاب پۀ دويم ايډيشن کښې زياتېدلے هم شي۔

    يو بد عادت ئې دا دے چې اکثر خبرې ترې هېرېږي خو عجيبه دا ده چې د خپل مطلب خبره ترې نۀ هېرېږي ځکه چې د روپو ورکولو کومه ورځ ورته ياده کړې نو ښه سمه ورته ياده وي ولې نورې خبرې ئې د مازغو نه ووځي خو دومره هېر د ماغه هم نۀ دے چې لکه د ابراهيم رومان ترې د خپل کور لاره خطا کېږي او يا پردو کورونو ته ورځي۔

    يوه مسئله ئې دا ده چې شعرونه ورته بيخي نۀ يادېږي کله کله خو لکه د لويو خلقو پۀ نفسياتي مرضونو هم اخته شي خو دوه څلور ورځې پس ته ښۀ شي او يا د خپلو ماشومانو سره پۀ چکر لاړ شي چې دغه ئي د نفسياتي مرض علاج وي۔ ښۀ خبره پکښې دا ده چې پۀ ځوانه ځوانۍ دينداره دے مونځ اودس کوي عقيده ئې ښۀ ده او بېت الله شريف ته د تګ سعادت ئې هم حاصل کړے دے چې د حج سفرنامه ئې “جامونه د زم زم” پۀ نامه ليکلې ده ورسره د قام پرستۍ جذبه هم لري۔

    لنډه دا چې اياز الله ترکزے زمونږ غوندې انسان دے چې خوبۍ او خامۍ دواړه لري خو د خامو نه ئې خوبۍ زياتي دي ځکه نو کۀ مثالي انسان نۀ وي نو ښۀ انسان ضرور دے او زۀ خو ئې دې ته حېران شم چې دے پۀ وړوکي ځان دومره مختلف کارونه څنګه کوي ځکه نو پۀ دې وېنا مجبوره شوم چې روپۍ وړه خو پۀ تول پوره ده۔

    پېښور

    2021/11/13

  • لالټېن د رڼا او شعور نخښه ده! – ساجد ټکر

    لالټېن د رڼا او شعور نخښه ده! – ساجد ټکر

    لالټېن د قامي ګوند عوامي نېشنل ګوند انتخابي نخښه ده. لالټېن د فخر افغان بابا امانت دے، د خدائي خدمتګارو امانت دے، د قامي تحريک امانت دے، د ازادي خوښو امانت دے، د رهبر تحريک خان عبدالولي خان امانت دے، د ګوند د هر شهيد امانت دے. لالټېن د مبارزينو علامت دے، د جمهوريت خوښو علامت دے، د خپلواکۍ علامت دے، د روښانفکرۍ علامت دے، د اولسواکۍ علامت دے، د قامپرستۍ علامت دے، ورورولۍ علامت دے او پۀ يو لار پۀ شريکه د تګ علامت دے. ځکه نو لالټېن رڼا ده، لالټېن مينه ده، لالټېن پرمختګ دے، لالټېن سوکالي ده، لالټېن خوشحالي ده او لالټېن سيالي ده.

    عوامي نېشنل ګوند چې د حضرت باچاخان او خدائي خدمتګارو د مبارزې، قربانيو او سياست سلسله ده، چې د بابا د خوبونو د تعبير لار ده، چې د خدائي خدمتګارو منزل ته د رسېدو مزل دے، چې د ولي خان د سياست تسلسل دے، لالټېن د دغه تاريخي ګوند علامت، نخښه، نښان دے. لالټېن د دې سيمې د ټولو نه د زړې او تاريخي پارټۍ علامت دے او لالټېن د هر قامپاله پښتون غرور دے.

    کۀ سل کاله وروستو ځو او د حالاتو جائزه اخلو او سترګې، نظر او سوچ پۀ سيمه کښې د پښتون پۀ حالت مرکوز کوو نو پښتون پۀ زنځيرونو کښې ښکېل پۀ نظر راځي، پښتون تړلے پۀ نظر راځي، پښتون خوار پۀ نظر راځي، پښتون تيت پرک پۀ نظر راځي، پښتون د علم نه لرې د جهل پۀ تيارو کښې پۀ نظر راځي، پښتون د خپل ورور سره لاس ګرېوان پۀ نظر راځي او پښتون پۀ خپله خاوره د بل غلام پۀ نظر راځي. وسائل د پښتون دي خو اقا بل څوک دے، ځمکه د پښتون ده خو واک د بل دے، محنت د پښتون دے خو مزې د بل دي، خوله د پښتون څاڅي او چرچې د بل دي. د پښتون پۀ خاوره سيندونه پۀ غورځنګ دي، د غرونو سوکې ئې اسمان ته رسي، ورشوګانې ئې سترګې ړندوي، ميرې ئې غځېدلې، خاوره ئې څربه، قدرتي زېرمې بې شمېره خو د دې هر څۀ باوجود پښتون د بل غلام دے، د تعليم نه لرې، د غربت ښکار دے. دا ولې؟ دا نه چې پښتون کمزورے دے، پښتون شکر دے تکړه دے، زورور دے، باتور دے خو لۀ بده مرغه مير نۀ لري، سياست نۀ لري، د سياست شعور نۀ لري او د تعليم هنر نۀ لري. خو پۀ دې تيارو کښې خداے پښتنو له يو لال ورکړو، مبارز ئې ورکرو، مشر ئې ورکرو، لارښود ئې ورکړو؛ دغه مشر دې پښتنو له شعور ورکړو، د تعليم پۀ اهميت ئې پوهه کړل، پۀ سياست ئې پوهه کړل، پۀ خپل حق ئې پوهه کړل، د خپل حق غوښتلو لار ئې ورته وښودله، سياست ئې ورزده کړو، د مبارزې پۀ لار ئې روان کړل او د خبرې کولو قوت ئې ورکړو او د عدم تشدد پۀ مضبوطه وسله ئې سمبال کړل. پښتانۀ خپل دغه سپېځلي مشر پسې ودرېدل او خپل باچا ئې کړو او د باچاخان خطاب ئې ورکړو. باچاخان پۀ خپل قام او پښتون قام پۀ خپل باچاخان ننګ وکړو او دنيا ئې حېرانه کړه. يو وخت ؤ چې چا د پېرنګي جابر پۀ مخکښې د خولې نه چوڼ نۀ ويستلو او يا بيا داسې وخت راغے چې پښتانۀ پېرنګي ته مخامخ ودرېدل او سوال ئې ترې کول شروع کړل، د خپل حق خبره ئې شروع کړه، خپل حق ئې غوښتل شروع کړل. پېرنګے حېران ؤ چې دا څۀ وشو. دا د باچاخان د تربيت، هلو ځلو او مبارزې نتيجه وه چې اودۀ پښتانۀ ئې راويښ کړل او د نيمې نړۍ زورور، جابر، ظالم او شين سترګے حکمران ئې ولړزولو.

    باچاخان اول د پښتون قام پۀ مرض ځان پوهه کړو او چې پۀ دې نتيجه ورسېدو چې پښتانۀ د تعليم د رڼا نه لرې دي او پۀ خپلمنځي تربګنيو او دښمنيو کښې ښکېل دي، د سياست نه محرومه دي نو زور ئې تتر بتر دے نو اول ورسره جرګه شو او د اصلاح کوشش ئې شروع کړو، د ورورولۍ درس ئې ورکړو، بيا ئې د تعليم لپاره ازادې مدرسې پرانستې او بيا ئې د منظم سياسي قوت لپاره خدائي خدمتګار تحريک ورغولو.

    دا څومره د کمال بلکې د حېرانۍ خبره ده چې نن نه سل کاله پخوا باچاخان پۀ دې صوبه کښې يو سل اتۀ دېرش ازادې مدرسې جوړې کړې وې کومې چې به پۀ چندو چلېدلې او د پښتون بچو ته پۀ کښې وېړيا تعليم ورکړے کېدو. دغه وخت پۀ ټوله نړۍ کښې د شورش او نظرياتي بې چېنۍ وخت ؤ خو باچاخان پۀ دې رسېدلے ؤ چې د پښتون قام بقا، د دۀ د حقونو تحفظ صرف پۀ سياست او خپلواکۍ کښې مضمر دے. کله چې لا امريکه او يورپ کښې د خپلو زنانو د حقونو خبره شنډه وه هغه وخت کښې باچاخان د مېرمنو پۀ حقونو نۀ صرف خبره کوله بلکې دا ئې وئيلي وو چې، “کۀ تاسو کتل غواړئ چې يوه ټولنه څومره مهذبه ده نو دا وګورئ چې هغوي د خپلو زنانو سره چلند څنګه کوي”. د معاشي پرمختګ او پۀ پردي لاس د تکيه کولو نه ځان ساتلو لپاره ئې قام ته سبق ورکړے ؤ چې خپل مقامي مصنوعاتو ته پام ورکړئ؛ خپلې کډۍ وچلوئ، مالوچ جوړ کړئ، خپل پوشاک جوړ کړئ او خپل د لاس سامان پۀ کار راولئ. د باچاخان مطلب دا ؤ چې داسې کولو سره نۀ صرف خپل هنرمند ته عزت ملاوېږي بلکې روزګار هم وده کوي او د روزګار مواقع هم پۀ لاس راځي. هم د دې غرض لپاره د اشنغر دې لوے خان ټول عمر د کهدر جامې او پنجه دارې څپلۍ پۀ پښو کړي. دا ؤ د باچاخان عملي تربيت چې خپل پښتون قام له ئې ورکولو. خو دا هر څۀ اسان نۀ وو. مشکلات ډېر زيات وو. سختې بې شمېره وې، کړاوونه لا زيات او دړکې هم زياتې. پۀ نۀ څۀ خبره به پېرنګي باچاخان ګرفتارولو او جېل ته به ئې لېږلو. باچاخان د خپل قام لپاره کډۍ کړې دي، د ژوند ۳۶ کلونه ئې د تورو تمبو شا ته تېر کړي دي، پښتۍ ئې ماتې شوې دي، الزامونه پرې لګېدلي دي، تورونه پرې لګېدلي دي، غدار بللے شوے دے او جائيدادونه ئې ليلام کړے شوي دي. خو باچاخان خو باچاخان ؤ، د خپلو غرونو سيال ؤ، هغه د وروستو تګ قائل نۀ ؤ، هغه همه حوصله او برداشت ؤ، هغه همه ولوله، مينه او شفقت ؤ. هغۀ هر څۀ ګاللے شو، هره سخته ئې تېروله او هر ګوزار ئې زغملو خو بس د خپل قام ازادي او حق ئې غوښتلو. خو دا هر څۀ اسان نۀ وو خو باچاخان خپل قام ته د عدم تشدد قوت ورکړو او ورته ئې ووئيل چې تر څو پورې تاسو پۀ دې لار مزل کوئ نو هېڅ څوک تاسو مفتوح کولے نۀ شي ځکه چې کۀ جنګ يا تشدد کوئ نو پۀ کښې د ګټې يا تاوان احتمال شته خو پۀ عدم تشدد کښې لۀ سره بېلات او تاوان نشته.

    د باچاخان دغه تعليمات وو چې پښتون قام پرې خپل حق هم وګټلو، سياست ئې هم وګټلو او خپل ځان ئې هم ومنلو. ګنې د باچا خان نه مخکښې پۀ هند کښې د پښتون قام ډېره عجيبه پېژندګلوي وه، چا به وئيل وحشيان دي او چا به وئيل چې جګړمار دي خو باچاخان هنديانو ته پښتانۀ وروپېژندل چې پښتانۀ خو پۀ مينه مئين دي، ساده خلک دي، مينه ناک دي، عدم تشدد والا دي او پۀ قام او وطن مئين خلک دي.

    نن هم د عوامي نېشنل ګوند د خپل لوے بابا فخر افغان باچاخان او خدائي خدمتګارو پۀ لار روان دے او چې کوم حقونه، ائيني حقونه، پارلېماني حقونه او بشري حقونه ئې ګټلي دي نو د هغې حفاظت کوي او ښۀ پۀ جار او ډاډ ئې کوي. هم د بابا او رهبر تحريک د خوبونو تعبير ؤ چې د ملي مشر اسفنديار ولي خان پۀ مشرۍ کښې پۀ کال ۲۰۱۰ کښې دې صوبې له خپله نامه وګټلې شوه، صوبائي خودمختارې راوړلې شوه او د اتلسم ائيني ترميم پۀ شکل کښې د صوبې حقونه صوبې ته راغلل.

    دا هر څۀ اسان نۀ وو، خو وشو، ولې، ځکه چې پۀ صوبه کښې د خپلو خلکو حکومت ؤ، پۀ صوبه کښې د حقيقي نمائنده ګانو حکومت ؤ، پۀ صوبه کښې د سياستدانانو حکومت ؤ، پۀ صوبه کښې د دې خاورې د حلالي بچو حکومت ؤ او پۀ صوبه کښې د خدائي خدمتګارو حکومت ؤ. ځکه نو يونيورسټۍ هم جوړې شوې، کالجونه او سکولونه هم او بې شمېره ترقياتي کارونه هم وشول.

    خو بيا ورپسې د کرايه حکومت راوستے شو او هر څۀ ئې تالا ترغه کړل او صوبه ئې داسې ځاے ته ورسوله چې نن پښتون بچي ته پۀ خپلو يونيورسټيو کښې تعليم حاصلول ګران شوي دي، داسې حکومت دے چې د خپلې صوبې د حقونو هم پوښتنه نۀ شي کولے.

    اوس پۀ صوبه کښې بلدياتي تاکڼې کيدونکې دي. هر ګوند پۀ خپله انتخابي نخښه ولاړ دے خو د کرايه حکومت د خپل انتخابي نښان “بېټ” نه تښتېدلے دے. دا ولې، دا ځکه چې خپله چاړۀ ورته اوبو کښې ښکاري، ورته پته ده چې قوم ته ئې دروغ وئيلي وو.

    خو عوامي نېشنل ګوند نن پۀ فخر پۀ خپل انتخابي نښان لالټېن ټاکنې کوي، دا ولې، دا ځکه چې لالټېن د دې خاورې د حقيقي ګوند نښان دے، لالټېن رڼا ده، لالټېن مينه ده، لالټېن پوهه ده، لالټېن امن دے، لالټېن شعور دے، لالټېن جمهوريت دے، لالټېن د بېدارۍ نخښه ده، لالټېن د اولس نخښه ده، لالټېن د قام نخښه ده، لالټېن د خپلواکۍ نخښه ده. لالټېن د خپلو خلکو نخښه ده، خپله نخښه ده، د ورورولۍ نخښه ده، د اولسواکۍ نخښه ده، د پوهې نخښه ده، د خپلې خاورې نخښه ده، د خپلې خاورې د وږمو او خوشبويو نخښه ده.

    ژوندي خلک پۀ خپلو خلکو او خپلو نخښانونو ننګ کوي. نن د پښتون اولس امتحان دے چې لالټېن سره څومره مينه کوي.

  • “د افغان جنګ ثمرات” – محمد سهېل مونس

    “د افغان جنګ ثمرات” – محمد سهېل مونس

    د ا فغانستان د دوه سياسي ګوندونو پرچم او خلقو ترمېنځه چې کله تاو تريخوالے زيات شو نو سياسي طريقه کار او جمهوري طرز عمل يو اړخ ته کېښودلے شو او خبره د اشتعال طرفه ته لاړله. روس د امو سيند نه را پورې وتلو او د کابل پله ئې خپل فوځ پۀ تېزۍ سره رامخکښې کړو. دا ګام پۀ کال نولس سوه يو کم اتيايم کښې اخستلے شوے ؤ او بيا د لس کليز جنګ وروستو لۀ ماتې نه پس واپس لاړل. څه موده پس د طالبانو نوم خور شو چا چې ډاکټر نجيب پهانسي کړو او خپله ئې کابل تخت پۀ قبضه کښې و اخستو او حکومت ئې جوړ کړو. خو د دوي دا قبضه کومه چې د افغانستان د عام اولس خوښه حکومت نۀ ؤ پۀ يوولسمه نېټه ستمبر ٢٠٠١ز د امريکې پۀ ټوئن ټاورز دحملې نه پس ستونزو سره مخ شو او امريکې پرې سره د نورو اتحاديانو جنګ مسلط کړلو چې تر شلو کالو پورې روان ؤ او لا تراوسه ئې څۀ ښکاره نتيجه نۀ ده را وتلې.

    نن نه دېرش کاله وروستو مونږ پۀ افغانستان کښې صبغت الله مجددي، برهان الدين رباني او داسې ډېر صدران، وزيران، وزيراعظمان ليدلي وو چې پۀ عارضي توګه به د ملک نظام چلولو د پاره به پۀ کرسو کښېنول شول او څۀ موده پس به ئې پاڅول يعنې مطلب ئې وخت ته ديکه ورکول وو. مونږ پۀ دې ٤٣ جنګ کښې د افغانستان مشران پۀ خانه کعبه کښې پۀ قسم قران هم وليدل. او پۀ پاکستان کښې مو پۀ مختلفو امن کانفرنسونو کښې هم وليدل. خو د بده مرغه دوي اتفاق پۀ هېڅ خبره رانغلو، ځکه چې پۀ دې قام کښې اتفاق لټول ګران کار دے.

    افغانستان امن پسې ړوند شو خو د سکون يوه لحظه ئې هم پۀ قسمت کښې نۀ وه. ځکه چې پۀ دغه ځمکه د بارودو داسې بوزغلے شوے دے کوم چې جنګ کوونکي زېږولے شي خو د امن يو پيامبر پېدا کول يوه ناممکنه شان خبره ښکاري. نۀ پوهېږو چې فلسطين او افغانستان سره سره د کشمير خلقو داسې کومه عظيمه ګناه کړې ده چې امن د دوي پۀ لور هډو قام اخستلو ته تيار نۀ دے. خېر افغانستان خو تاله واله شو خو د افغان فساد تر اثره پاکستان هم محفوظ پاتې نۀ شو.

    پۀ دې سيمه کښې کله هم حالات سازګار نۀ وي يا د خرابېدو پلۀ روانېږي نو د نړۍ طاقتونه پۀ پاکستان کښې يو امر کښېنوي. د حکومت واک اختيار يو فوځي ډکټېټر ته حواله شي لکه څنګه چې د نړۍ طاقتونو پۀ دې سيمه کښې د شوروي اثر رسوخ وکتلو نو د مخنيوي د پاره ئې ورته بډې راښکلې. د دې ګڼ مقصدونه وو. خو اهم پۀ کښې د شوروي فوځونو پرمختګ ؤ. دوېم لوے سبب دا مريکې هغه قهر ؤ کوم چې د ويتنام جنګ د شکست پۀ وخت د دوي پۀ زړۀ کښې لمبې وهلې. امريکې او اتحادي هېوادونو دا موقعه يو لوے غنيمت ګڼلو او پۀ متفقه ډول د يو نوي جنګ شروع وشوه. د دې جنګ لوے سبب د کمېونسټ انقلاب لاره هم نيول وو ځکه چې سرمايه دارانه نظام هېڅ کله اشتراکيت ته د خورېدلو موقعه نۀ ورکول غوښتل او هم دا سبب ؤ چې د مغرب پېسه او وسله د مسلمان ملکونو جهاديان او د پاکستان حکومت مرسته يو ځاے شوله او ساده افغان اولس ئې د کفر او اسلام پۀ نوم دهوکه کړل.

    لس کاله تقريباً دا جنګ وشو پۀ لاکهونو خلق مهاجرشول، پۀ زرګونو مړۀ او ژوبل شول. خو پۀ اخره کښې بس دومره وشوه چې شوروي فوځونه لاړل او افغانستان د ګڼ شمېر ستونزو سره مخ شو. امريکې د ګټې جشن ونمانځلو او افغانان ئې پۀ کنډر هېواد کښې بې اسرې پرېښودل. نتيجه ئې دا شوه جې افغانان پۀ خپلو کښې ونښتل. او تر اوسه پورې څۀ هوارے نۀ دے راغلے. پۀ پاکستان چې کوم افتونه راغلل هغه هم د شمېر نه بهر دي. دې جنګ خو يو خوا زمونږه نه يو تکړه سياسي رهبر يوړلو کوم له چې يو فوځي امر پهانسي ورکړله. دوېم افت دا راغلو چې پۀ ملک کښې د ترقۍ کارونه پۀ ټپه ودرېدل. کوم صنعتونه او ګڼ شمېر د ملک د سوکالۍ منصوبې چې د ٦٠ / ٥٠ پۀ لسيزو کښې ترسره شوې وې هغې نه پس څۀ پۀ خاصه توګه زړۀ پورې کار ونۀ شو. ځکه چې د حکمرانانو ټوله توجه پۀ افغان جنګ وه. يو خوا کۀ ملک د ترقۍ نه پاتې شو نو بل خوا د هغه وخت امر جنرل ضياء الحق پۀ هېواد کښې د حقيقي اسلام راوستلو نعره ولګوله خو هغه اسلام پۀ يوولس کاله کښې چا پۀ سترګو ونۀ ليدلو. البته دغه امر پۀ هېواد کښې د اسلام پۀ نوم هغه تخم وکرلو د کوم مېوه چې مونږ لګيا يو او تر ٤٥ کالو نه ئې خورو. پۀ دغه دور کښې د سياسي ګوند مهاجر قامي مومنټ بنياد کېښودلے شو. سبب ئې دا ؤ چې پۀ خصوصي توګه پۀ سندهـ کښې د پيپلزپارټۍ ملا ماته کړې شي. دې سياسي ګوند پۀ مستقبل کښې بيا څۀ څۀ لوبې پۀ کراچۍ وکړې دا څۀ پټه خبره نۀ ده. پۀ دغه دور کښې تقريباً پنځوس لاکهه افغان کډوال پاکستان ته راغلل او پۀ ټول هېواد کښې خوارۀ وارۀ شول. دې جنګ د ځان سره کلاشنکوف او هيروئن هم را وړل.

    د دې جنګ ګټې چا ترلاسه کړې لږ به هغه پلو هم نظر وکړو. نو کۀ غور وشي نو د دې جنګ ګڼې فائدې بهرني طاقتونو وچتې کړې. هغوي د شوروي پرمختګ دور ودرولو او يو سپر پاور ئې کمزورے کړلو. بلکې ګڼ شمېر ملکونه د روس د لاسه ووتل. د دې نه علاوه څومره وسله چې د افغانستان د فساد د پاره د پاکستان پۀ لاس مجاهدينو ته حواله کېدلو د پاره را تلله پۀ هغې کښې نېمه پټېدله د کومې ثبوت چې اوجهړي کېمپ واقعه ده. دې جنګ کۀ هرڅو ډېر خلق د کار، مال او ځان نه خلاص کړل نو ډېر خلق پۀ دې جنګ کښې شتمن هم شول. زمونږ د پېړۍ هلکان چې دغه وخت زېږېدلي وو د هغوي کم از کم ٤٥ کاله لۀ د دې جنګ له سبب خراب شول. څوک پۀ کښې د قسما قسم نشو ښکار شول، چا پۀ غلا لاس پورې کړلو، چا ته پۀ دې ملک کښې خپل مستقبل تيارۀ ښکارېدو هغه پۀ غېر قانوني طريقو له ملکه وتښتېدل. څوک هم پۀ دغه هڅه کښې د ځانه تېر شول. څوک د بې راه روۍ ښکار شول او چا د بې سياره وسلې خوند واخستلو او کلاشنکوف ئې تر غاړې کړلو او پۀ دښمنو سر شول. دې جنګ کښې ګټې چا وکړې هغه خو ذکر شول خو د دې جنګ نقصانات دا وو چې زمونږ د ملک معيشت او پۀ خصوصي توګه د دفاع ضرورت هم افغان شخړه وګرځېدله. مونږ پۀ جنګ کښې خپله ښۀ ګڼله نو نتيجه ئې دا شوه چې کم او زيات اتيا زره خلق ئې رانه پۀ ترهه ګرۍ يوړل او نن ورځ معيشت هم ناست دے. مونږ د دې جنګ له کبله پۀ چوکر خوراک، ناقصه غوړو او ګڼ شمېر څيزونو پۀ استعمال مجبوره شولو. زمونږ هېواد کښې بجلي نشته، د ګېس کمے دے او د بده مرغه چې مونږ خپل هېواد ته يو زرعي هېواد وايو مونږ تر نن ورځې چيني، پياز، الو، غنم بلکې هر څۀ د بهر نه را غواړو. زمونږ تعليمي نظام ناست دے، د قرض له وجې زمونږ اوږه ستړې ستومانه شوې ده، کۀ مونږ خپل مذهبي حالت ته وګورو نو هغه لا هم پۀ ښکته روان دے. مذهبي جنون تر دې حده را رسېدلے دے چې هر کس ځان ته مومن کامل وائي خو بل باندې د کفر فتوي داسې لګوي لکه چې د اسلام ټهېکېدار هم دے وي. دې څيزونو زمونز نه ستر ستر سياستدانان او سکالرز يوړل. دا وخت مونږ پۀ دوه انتهاګانو ژوند کوو، ظالم او مظلوم، مذهبي او سيکولر يا بيا شريف او بدمعاش، زمونږ ژوند ژوند نۀ بلکې د بقاء يو کوشش جوړ شوے دے. مونږ ته پۀ دې وخت يو ژور سوچ او فکر ضرورت دے، مونږ ته د دې شنډ نظام د بدلون ضرورت دے. د معدنياتو لټون، د زراعتو پرمختګ، د ځوان کهول استطاعت زياتوالے او د هغې نه داستفادې وچتولو هڅې، د سائنس او ټېکنالوجۍ کوشش او هم دغسې پۀ خپلو موجودو وسائيلو کښې د خپلو مسئلو د لټون بند بناء کول. دا هر څۀ د جمهوري نظام د لارې سره د کامل عزم او حوصلې سره کېدے شي. ترڅو چې فوځ باډر او بېرک ته محدود کړے شوے نۀ وي تر هغې پۀ ملک کښې د عدل او انصاف بالادستي نۀ وي، ترڅو چې مذهبي انتهاپسندانه سوچ ختم کړے شوے نۀ وي، ترڅو چې افسر شاهي د ايماندارۍ پۀ رښتيا سره سوګند پورته کړے نۀ وي او سياست د موروثيت نه خلاص شوے نۀ وي، زمونږ ژوند به خوشحالۍ او څوکاله کېدو ته تلل سترګې پۀ لار وي.

    “فرياد”

    زۀ خو نۀ وم چا پوښتلے

    چې د ځمکې استوګن شوم

    بې تپوسه د بل ټس کښې دا د سوخت شپې سبا کېږي

    بې خبر له خپل قصوره خاورې باد شولې پۀ سر مې

    خلۀ وچته کړي نو وائي دا ازمېښت دے امتحان دے

    دا د څۀ خبرې امتحان دے دا ازمېښت د څۀ خبرې

    د زړۀ زور اوبۀ اوبۀ کړي د خلق دا ازمېښتونه

    ځينې دې له لارې کوز کړي ځنې خپله ترې منکر شي

    چا له سور دوزخ تيار دے څوک به سېل کړي دي باغونو

    ستا پۀ در کښې به څۀ کم وو کۀ دا جهان ترې نه بهر وے

    هسې ګپ دے سرخوږے دے د اميد پۀ اس سورلي ده

    اسرافيله پوکے ورکړه دا جهان چې لولپه شي

    د مرګي هم قضا راشي چې راغونډه دا قيصه شي

  • ” اېبسلوټلي يس؟ ” – سلطان خان ټکر

    ” اېبسلوټلي يس؟ ” – سلطان خان ټکر

    موجوده د خزانې مشير چې کله پۀ حکومت کښې نۀ و نو د سابقه مشير خزانه حفيظ شېخ باره کښې ئې قوم ته پټۍ اوروله چې د ديارلس فيصد شرح سود پۀ وجه ئي د ملک بېړه غرقه کړه۔ د ګېس، بجلۍ، پټرولو، د هر يو څيز قيمتونه ئي وچت کړل، پۀ ملک ئې د ائي اېم اېف د پروګرام د وجې نۀ يو غېر يقيني صورت حال جوړ کړے دے، ايا د موجوده مشير خزانه د راتلو سره پۀ مونږ باندې ائي اېم ايف پۍ راپرېښودل، کۀ پيو کښې اوبۀ هم نورې سېوا کړې او د ملک کباړي بېړه ئي نوره هم کباړي کړه، ايا قيمتونه ښکته شو او کۀ نۀ د وريځو نه هم بره سېلونه کوي؟ موجوده حکومت اعلان کړے دے چې د سټېټ بېنک د خپلواکۍ د پاره به ډېر زر يو بل پاس کړے شي۔ نۀ پوهېږو چې څۀ وجه ده چې د بېنک د خود مختارۍ نۀ بغېر ائي اېم اېف پاکستان ته پۍ ورکول بند کړي دي۔ د ائي اېم اېف د نخرو د وجې نه د بجلۍ نرخ مونږ اسمان ته کړو، د ډالر نۀ مو د روپۍ پۀ مقابله کښې سرۀ زر جوړ کړل، پۀ هر څۀ مو ټېکسونه شروع کړل، کومه شرح سود چې موجوده مشير خزانه د ملک بېړه چپه کول ګڼل، پۀ هغه لاره ئې پۀ خپله ډانسونه شروع کړل يعنې د سټېټ بېنک مانيټري پاليسي کمېټۍ چې کوم ميټنګ پۀ ۲۶ نومبر باندې ؤ هغه ئې ۱۹ نومبر ته کړو، پۀ مارکيټ کښې دا تصور شو چې شايد سټېټ بېنک شرح سود کم از کم زياتول غواړي، د دې د وجې نه پۀ ۱۸ نومبر سټاک مارکيټ پونې پانچ سو پوائنټه پۀ ښکته شو۔ پۀ ستره نومبر هم څلور نيم سوه پوائينټه مارکيټ ښکته شوے ؤ او اخر دا چې شرح سود پاو باندې اوۀ نه پاو کم نهه فيصد ته لاړو۔ د سټېټ بېنک خپل واکي پکار ده، خو دا هم کتل پکار دي چې دا خپل واکي پۀ کوم بنياد کېږې۔ عمران خان به پۀ ماضي کښې وئيل چې اسحاق ډار د پاکستان معيشت د پاره ” هټ مېن ” دے، يقينا چې اوس واقعي د پاکستان معشيات د اکنامک هټ مېن پۀ لاسو کښې دے۔ پۀ ۹ مارچ د کابينه نه پۀ ۷ منټه کښې د سېټېټ بېنک ترميمي ډرافټ بغېر څۀ د بحث و مباحثه نه پاس شوے ؤ، څۀ وزيرانو ګيله هم کړې وه چې دا ډرافټ خو مونږ ته د شپې ناوخته مېلاو شوے ؤ او مونږ سټډي کړے هم نۀ دے، پۀ هغې وخت کښې حفيظ شېخ صېب وئيل چې ” ارجنسي ” وه او چې کله بل اسمبلۍ ته لاړ شي نو هلته به پرې بيا بحث کوو يعنې د سېنېټ د ټاکنو پۀ ګرمه کښې ورله د خان کابينې د منظورۍ ډنګ ورکړو، حالانکې د ډرافټ د پېش کولو نه مخکې حکومت انکار کولو چې دا هسې د سوشل مېډيا خبرې دي۔ د دې کالم د ليکلو پۀ وخت کښې ليکلے شوے ډرافټ پۀ وزارت قانون کښې پروت دے او کوم اطلاعات چې را ښکاره شوي دي، هغه ډېر وېرونکي دي۔ د سټېت بېنک د ګورنر سره به ” اېبسلوټلي ” خپل واکي راشي۔ د سټېټ د ګورنر تعين به د ۵ کالو د پاره وي بلکې د لس کالو د پاره هم کېدے شي، څۀ تپوس به ترې نۀ شي کېدے، نۀ به پارلېمنټ ته جوابده وي، نۀ به وزير اعظم او نۀ صدر ته تابع وي، بس دومره به وي چې پۀ کال کښې به يو رپورټ پارلېمنټ ته پېش کوي۔ پۀ دنيا کښې پۀ يو جمهورې ملک کښې چرته هم د يو کس سره اېبسلوټلي پاور نشته، د سټېټ بېنک ګورنر خو پۀ کښې ډېره لرې خبره ده۔ دا خبره د هيچا پۀ پوهه کښې نۀ راځي چې پارلېمنټ کۀ څۀ قسمه د سټېټ بېنک متعلق قانون سازي کوي، نو د سټېټ بېنک د ګورنر به تپوس کوي۔ بله خبره دا ده چې د سټېټ بېنک بورډ به د خپلو ملازمينو د تعداد او انتخاب، تنخواګانو او مراعاتو تعين کوي چې د بورډ چئيرمين ګورنر صېب پۀ پۀ خپله دې يعنې ګورنر صېب ځان له به پۀ خپله هم د تنخوا او د مراعاتو تعيناتي کوي، ” اټ مېکس نو سنس” يعنې څۀ د خندا خبره ده۔ بله دا چې سټېټ بېنک ملازمين ته به سول ملازمين سټېټس حاصل نۀ وي يعنې هر څۀ به د ګورنر عرف ائي اېم اېف ګل پۀ لاس کښې وي۔ د سټېټ ګورنر به د خپلې څوکۍ نه نۀ پارليمنټ، نۀ وزيراعظم لرې کولے شي، صدر ئې د ذهن د خرابۍ پۀ بنياد لرې کولے شي خو پۀ کورټ به ئې ثابته وي۔ پۀ دې ډرافټ کښې دا خبره ده چې فسکل پاليسي کمېټي به هم نۀ وي، د سټېټ بېنک پۀ ميټنګونو کښې به فنانس سېکرېټري هم نۀ کښېني يعنې ګورنر صېب سره به يو اېبسلوټلي پاور وي، د کمال خبره خو دا ده چې دا اېبسلوټلي پاور کس د بهر ( ائي اېم اېف ) نه مسلط هم کېږې يعنې د ملک پارليمنټ چې د ۲۲ کروړو عوامو يو نمائنده فورم دے هغه هم پۀ ګورنر صېب به څۀ اختيار نۀ لري۔ د ملک وزيراعظم، وزير خزانه خو د فرض پۀ کوتاهۍ کښې جېل ته تلے شي او ګورنر صېب د نېب د باؤ بلا نه هم ازاد دے بلکې کۀ نېب د بېنک د يو ملازم نه د غۀ د جرم باره کښې څۀ پوچ ګچ کوي نو د ګورنر نه به اجازت اخلي، نو پوهېږو چې ” ون سائډډ پاور ” ورکولو باندې به څنګه فسکل پالېسيانې ښۀ شي۔ پۀ اوسني ډرافټ کښې دا ليکلې دي چې د سټېټ بېنک ګورنر به صرف د مانيټري پاليسي ذمه دار وي، د اکنامک ډويلپمنټ سره به د دۀ څۀ کار نۀ وي يعنې شرح سود به څۀ وي او روپۍ به د ډالر پۀ مقابله کښې څومره وزنداره وي، د سټېټ بېنک به صرف دا کار وي، شرح سود مخکې سېوا تېره پورې تلے ؤ، چې د وجې نۀ ئې روپۍ پۀ بره تلې ده، دے سره قوم ته د موجوده مشير خزانه مطابق سالانه ” مور دېن ” ۱۵۰۰ ارب ټيکه ولګېده، څۀ وجه ئې معلومه نۀ شوه، بقول موجوده مشير خزانه دومره قوم ته معلومه شوه چې حفيظ شېخ د ملک بېړه غرقه کړه يعنې موجوده ډرافټ خو د سټېټ بېنک د ګورنر نه يو شتر بې مهار جوړه وي چې نتائج به ئې قوم زغمي، پۀ دنيا کښې يو ملک هم سټېټ بېنک ګورنر له دومره اختيارات نۀ ورکوي، کۀ چرته خدا ناخواسته پۀ ملک څۀ اېمرجنسې راغله، نو د حکومت فنانسنګ به څوک کوي، عموما پۀ داسې صورت حال کښې پۀ دنيا کښې د ملک مرکزي بېنک فنانسنګ کوي۔ کال دوه مخکې چې کاله سټېټ بېنک د هاټ مني پۀ چکر کښې د فارنر نه پۀ سېوا ۱۳ فيصد شرح سود سره ډالر بمقابله روپۍ پۀ ۱ نسبت ۱۶۴ واخستل او بيا ئې ورته واپسي پۀ ۱ نسبت ۱۵۳ روپۍ سره وکړه يعنې فارنر له ئې ډبل فائده ورکړه او بلخوا ئې د زيات شرح سود پۀ وجه ملک هم د معاشي تباهۍ سره مخ کړو، احتساب د هېچا سره ونۀ شو، اخر ائي اېم اېف دا دومره اختيارات د څۀ د پاره غواړې، دا زما خيال نۀ دے بلکې ترين صېب ئې پۀ خپله وائي چې د ائي اېم اېف پروګرام پۀ دې وجه پۀ ټپه دے، پۀ دې سلسله کښې وزير قانون ائي اېم اېف ته دا بريفنګ هم ورکړے ؤ چې تاسو څۀ غواړئ نو دا زمونږ ائين سره متصادم دے يعنې ائي اېم اېف پۀ پاکستان کښې يو رياست در رياست جوړول غواړي۔ کۀ مونږ د سټېټ بېنک د قيام پۀ وخت کښې د قائد اعظم تقرير ته وګورو نو پۀ تقرير کښې د قائداعظم وړومبۍ جمله دا وه چې سټېټ بېنک د پاکستان د معاشي تحفظ ضامن دے۔ نن د عمران خان حکومت هغه اداره د ائي اېم اېف پۀ قبضه کښې ورکوي۔ نوټ! د سټېټ بېنک ګورنر د ائي اېم اېف د بورډ اف ګورنر ممبر هم وي۔ چې راځي هم د ائي اېم اېف له طرفه او رپورټ هم هغوي ته پېش کوي، نو هدايات به هم د هغوي نه اخلي، نو بيا به څۀ وي او چې د پاکستان د حکومت پرې اختيار هم نۀ وي، بس راشه کۀ تاودېږې، نتيجتا د ائي اېم اېف يو وائسراے به وي۔ د ګورنر صېب ارشادات عاليه ته چې ګورو نو پۀ قابليت ئې څۀ شک هم نۀ دے پکار، پۀ لندن کښې ئې اوس اوس فرمائيلي وو چې د ډالر د وزندارۍ نه بېرون ملک پاکستانيانو ته ۵۰۰ ارب روپۍ فائده وشوه۔ د عمران خان د اپوزيشن د وختو يوه ټپه ده چې کله پۀ پاکستان قرضه هم کمه وه نو وئيل به ئې چې ډالر يوه روپۍ بره شي نو پۀ ملک سل ارب روپۍ قرضه خود بخود سېوا شي، او اوس ګورنر صېب وائي چې د ډالر پۀ لوړه تلو سره بېروني پاکستانيانو ته ۵۰۰ ارب روپۍ فائده وشوه، يقينا چې دې بيان سره راته د اپوزيشن عمران خان ډېر زيات پۀ ژړا ژړا را ياد شو۔ پۀ دې وخت کښې هم زمونږ سټېټ بېنک ګورنر د ملائشيا، تهائي لېنډ، ارجنټينا، برازيل او د چلي د ګورنر زيات خود مختاره دے، د جاپان او کوريا د ګورنر کم دے، خو هغوي د خپل امارت د وجې نه د ائي اېم اېف محتاجه هم نۀ دي۔ زمونږ ګورنر صېب د بهارت د ګورنر برابر دے۔ عمران خان خو د اېبسلوټلي ناټ چغه ووهله او امريکه ته ئې د اډو ورکولو نه انکار وکړو، ګرچې غوښتې چا وې، اوس ائي اېم اېف ته د اېبسلوټلي ناټ پۀ ځاے ائيني طور باندې د “اېبسلوټلي يس” سره څهره پۀ لاس ولاړ دے، “يه ګهر مېرا ګلشن هے، ګلشن کا خدا حافظ “۔

  • د کالعدم تحريک لبېک او حکومت ترمېنځه روغه جوړه – سيد جاوېد اقبال ګېلاني

    د کالعدم تحريک لبېک او حکومت ترمېنځه روغه جوړه – سيد جاوېد اقبال ګېلاني

    څنګه چې مونږ او تاسو ته پته ده چې د تحريک لبېک او د حکومت ترمېنځه يوه لويه رسه کشي پاې ته ورسېده او روغه جوړه تياره شوه. د دې دواړو ترمېنځه د جنګ دا سلسله تر ډېره وخته پورې وچلېده. د حکومتي چارواکو بيان شوې خبرې کۀ پۀ خپل ځاے يو ثبوت دے نو هلته د تحريک لبېک انداز کښې بيان شوي خبرونه هم څۀ کم نۀ وو. د روغې د پاې ته د رسېدو نه يو دوه ورځې مخکښې زمونږ وزير صاحب بيان پۀ ريکارډ راغلے او هغه پۀ قامي خبرونو کښې دا وئيل چې زمونږ بغېر د يوې خبرې نه نور پۀ ټولو خبرو اتفاق راغے. او مونږ صرف دې يوې خبرې ته مکمل طور تيار نۀ يو چې مونږ د فرانس د سفير متعلق څۀ فېصله وکړو ځکه دا ډېر مشکلات لري. د دې نه علاوه زمونږ د يو بل سره هېڅ قسمه اختلاف نشته او مونږ پۀ خپلو کښې روغه جوړه کوو. ټهيک يو ورځ پس زمونږ د ملک وزيراعظم صېب وئيل چې مونږ پۀ رياست کښې رياست نۀ منو او مونږ به هرقسم سختي کوو خو څوک خپل مخې ته نۀ شو پرېښودلے. اوس دې ځاے کښې د سوچ خبره دا ده چې ايا کۀ چرته د عوامو او د حکومت ترمېنځه فاصله وي نو هغه خو سوچ کښې راتلے شي خو ولې د وزيراعظم او د وزير داخله صاحب پۀ دې دواړو بيانونو کښې تضاد ولې دے. يا خو دا خبره ده چې دوي دواړه د يو بل نه نۀ دي خبر او پۀ خپل مېنځ کښې هم بې صلاح دي او يا بيا د دوي روغه جوړه کولو مقصد ؤ هغه چې پۀ هر شکل وي او کۀ هر چا وکړه نو هغه سرخ رو وي. روغه جوړه ډېره ښۀ خبره ده. زمونږ دين هم دا وائي. او چې کله پۀ اخره کښې خبره روغې له راځي نو بايد د مخکښې نه چې وي نو زياته ښۀ خبره ده خو اخر دومره سوچ خو خامخا پکار دے چې ورانه پۀ څۀ ده او جوړه پۀ څۀ کېږي؟

    بل طرف ته کۀ مونږ د تحريک غړو د بيان او د هغوي له اړخه سر ته شوي اقداماتوجائزه واخلو نو پۀ هغې کښې د پوليس د څو کسانو د مرګ نه علاوه د دې هېواد څومره زيان وشو، څومره خلق د تکليف سره مخ شول چې پۀ کښې ماشومان، ځوانان، بوډاګان او زنانو نه علاوه کاروباريان څومره متاثره شو. د ملک شاهراه ګانې بندې شوې، پۀ پلونو کنټېنرز واچولے شول، د يو ښار نه بل ښار ته تګ راتګ بند شو او پۀ اخره کښې د اسلام اباد د بندولو دړکه ورکړې شوه.

    پۀ دې دواړو کښې څوک پۀ حقه او څوک پۀ ناحقه دي دا ځانله يو لوے بحث دے. پۀ دغه خبره او تبصره نۀ کوو ځکه زۀ دا منم چې خبره پۀ خبرو ختمېږي. خو ولې سوال دا دے چې ايا دا د سوک څپېړې خبره وه يا کۀ د سود زيان خبره وه چې دا قسمه روغه اول پکار وه. خو ما ته دې روغې سره يوه خبره را پۀ ياد شوه. وائي چې پخوا زمانه کښې يو بادشاه ؤ او د هغه بادشاه سره پۀ کابينه کښې وزيران وو؛ هسې خو ټول وزيرانو ته برابر مراعات وو خو يو وزير د بادشاه سلامت خاص منظور نظر ؤ او د هغۀ به بادشاه پۀ فرق خيال ساتلو. د وخت تېرېدو سره دا باقي نهه وزيران پۀ دې خبره ډېر پرېشانه شو چې اخر بادشاه سلامت دې يو وزير ته ولې زيات اهميت ورکوي. اګر چې دے د اهميت قابل هم نۀ دے بلکې دے خو زمونږ نه زيات نالائقه دے. دوي جرګه وکړه او بادشاه سلامت ته ئې درخواست وکړو چې تۀ د دغې وزير نه څۀ امتحان واخله ځکه چې دے خو پۀ هېڅ هم نۀ پوهېږي چې کله تاسو ته يقين وشي چې دے نۀ پوهېږي نو بيا د دې وزير سره د هغې مطابق کار وکړئ. چونکې بادشاه سلامت ته دا خبره څو څو ځله وشوه نو هغۀ هم فېصله وکړه چې واقعي د دۀ نه امتحان اخستل پکار دي. بادشاه خپل وزير دربار ته راوبللو او ورباندې ئې درې سوالونه وکړل او ورسره ئې ورته دا هم ووئيل چې کۀ جواب دې را کړو نو خلاص يې او هم هغه شان به پۀ فرق يې. خو کۀ چرته جواب دې را نۀ کړو نو بيا به درنه سر قلم کومه. هغه درې سوالونه دا وو(١) چې رښتيا څۀ دي؟ (٢)دروغ څۀ دي؟(٣) پۀ دنيا کښې د ټولونه خوږ شے څۀ دے؟ د دې جوابونو د پاره بادشاه وزير ته څۀ وخت ورکړو. وخت را نزدې کېدو خو د وزير پۀ دماغو کښې خبره رانغله او وخت ئې پۀ کمېدو شو. وزير بېخي د کټ شو خو پۀ اخره شپه ئې سوچ وکړو چې سحر به رانه سر کټ کوي نو د شپې د کور نه وتښتېدو چې خپل سر بچ کړي. ټوله شپه ئې سفر وکړو. سحر وختي د يو زميندار پۀ مخه لاړ. وزير ځان ډېر پټولو خو ولې زميندار وپېژندو. زميندار وزير ته ورنزدې شو او تپوس ئې ترې نه وکړو چې تۀ هغه فلانے وزير نۀ يې؟ وزير جواب ورکړو چې يم. بدې ورځې مې راغلې دي. بادشاه زما نه سر کټ کوي. بس ځان بچ کوم. دې بلې بادشاهۍ ته اوړمه څۀ خواري مزدوري به کوم خو چې سر مې بچ شي. او دغه شان خپله ټوله قيصه ئې زميندار ته تېره کړه. زميندار ورته ووې چې تا له دا جوابونه نۀ درځي؟ وزير وئيل نه. زميندار ورته ووئيل چې دا خو ډېر اسان دي او هغه داسې چې (١) رښتيا مرګ دے خا مخا به راځي. (٢)او د دنيا دا رنج ګنج شان و شوکت دروغ دي. وزير ډېر اوتر شو او ورته ئې وئيل چې دريم جواب؟ نو زميندار پۀ خندا شو او ورته ئې ووئيل چې دا دوه خو مې درته هسې وښودل خو دې يو جواب به ما ته فيس را کوې. هسې ئې درته نۀ ښايم.

    وزير ورته وې چې وايه څۀ دې پکار دي. پېسې ټکې، پۀ وزارت کښې برخه کۀ هېرې جواهرات، زۀ هرڅۀ ته تيار يم. زميندار ورته ووې چې نه دغه کښې زما هېڅ نۀ دي پکار بس دغه لوښي کښې چې اوبۀ پرتې دي دا را واخله او دا اوبۀ وڅښکه نو بس د درېم سوال جواب هم درکوم. دغه لوښے د زميندار د سپي جوټه ؤ چې د زميندار سپي به ورکښې اوبۀ څښکلې. وزير ډېر پرېشانه شو او زميندار ته ئې ووې ګوره زۀ د زمانې وزير يم او تۀ پۀ ما باندې د سپي پۀ جوټه کښې اوبۀ څښکې. څۀ بل څۀ رانه وغواړه. زميندار ورته ووې چې کۀ دا کوې نو ټهيک ده ګنې ځه پۀ مخه دې ښۀ. وزير سوچ کښې پرېوتو او پۀ اخر کښې ئې هم هغه لوښے را اوچت کړو او اوبۀ ئې وڅښکلې.

    زۀ چې فکر کوم نو بس دا خبره مې دماغو ته راځي چې حکومت او د تحريک غړو دواړو د خپل غرض د پاره د سپي پۀ جوټه کښې اوبۀ وڅښکلې خو خپل غرض ئې پوره کړو. خو د هغه شهيدانو وينې څۀ شوې کومې چې پۀ دغه جنګ کښې وبهېدې او خپل ځان ئې بائيلو. هغه مصيبتونه کوم چې د دې هېواد خلقو برداشت کړل هغه چرته لاړل؟

    او روغه جوړه ډېره ښۀ ده خو ولې کۀ عوام پوهه شي او خبر شي چې دا روغه جوړه پۀ څۀ وشوه نو پۀ دې کښې څۀ قباحت دے او د هغه ځوانانو کوم چې پۀ دې هله ګله کښې مړۀ شوي د هغوي بال بچ به څۀ خوري. د دې تپوس به د چا نه کېږي. او د دې خبرو سپيناوے به څوک کوي. او د دې نه علاوه د دې ګارنټي به څوک ورکوي چې بيا به دا قسمه ستونزې نۀ راپېدا کېږي او دا روغه جوړه د همېشه د پاره وشوه.

  • اداريه – دسمبر 2021

    اداريه – دسمبر 2021

    پۀ دې کښې هېڅ شک و شبه نشته چې پۀ کومه ټولنه او ملک کښې انصاف وي نو هلته د ژوند هر يو اړخ روان، متحرک او سوکاله وي او کوم ځاے کښې چې انصاف نۀ وي نو هلته د ژوند هر اړخ بې طرفه او ځپلے وي. دا يو قدرتي امر دے چې چرته انصاف کېږي نو هلته سياست، معيشت، سماجي اړخونه، تعليم، بشري حقونه، د رايه د اظهار ازادي او مساوات وي او چې چرته انصاف نۀ کېږي نو هلته سياست، معيشت، تعليم، سماجي ژوند، بشري حقونه او د رايه د اظهار ازادي نۀ وي. کۀ وګورو نو انصاف نۀ صرف د يو انسان او فرد لپاره ضروري دے بلکې د ټولنې د چلند لپاره هم مهم دے، هم دغه شان انصاف نۀ صرف د انسان د ترقۍ لپاره مهم دے بلکې د يو ملک او قام د اجتماعي هوار ژوند، پرمختګ او سوکالۍ لپاره هم اړين دے. اوس کۀ پۀ دې تناظر کښې پاکستان ته وګورو نو لۀ بده مرغه دلته به يو انسان هر څۀ وويني خو انصاف به تر سترګو نۀ کړي. ناروا کارونه پۀ زرګونو، ظلمونه بې شمېره، بې انصافۍ لۀ شمېره وتې، د بشري حقونو څخه سرغړونې لا زياتې، سياسي، سماجي او معاشي ټګۍ برګۍ لۀ حده وتې، د اولس حقونه د پښو لاندې، حکومتي او رياستي جبر پۀ زياتېدو، د دروغو دعوې تر اسمانه، د کونډو چغې او د يتيمانو کوکې اسمان شلوي، د غريب اه و زاري زړۀ څيرے کوي، ګراني، دوېم نمبري، منافقت، چل ول، سرکاري ادارو کښې بډې رشوتونه، د مېرټ قتل عام، د محکمو نااهلي، د بابوګانو او افسرانو بدمعاشي، د ټېکسونو باران او د سود انتهائي شرح او داسې نور ډېر د ظلم، جبر، بې حسۍ او بې شرمې کارونه پۀ دې ملک کښې لۀ شمېره وتلي دي او بچے بچے ترې متاثره دے خو يو شے کوم چې پۀ نظر نۀ راځي هغه انصاف دے. د انصاف پۀ نامه لويه اداره ولاړه ده، ججان صېبان دي، عدالتونه دي، ائين دے، دفعات دي، قوانين دي، شقونه دي، وکيلان دي، تاريخونه دي، پېشۍ دي، ژړاګانې او فريادونه دي، کېسونه دي، فائلونه دي او د عوام خوارې ورځې دي. هر څۀ شته خو انصاف نشته. پۀ دې ملک کښې د انصاف د لوې ادارې، پۀ سلګونو عدالتونو، بېنچونو، ججانو صېبانو او وکيلانو باجود پۀ لکهونو کېسونه د سماعت او انصاف لارې څاري. انصاف به څنګه ترلاسه شي چې د انصاف دعوي ګير خپله دنده پرېږدي او سياست کښې لاس وهل شروع کړي، انصاف به څنګه پۀ لاس راشي چې د انصاف بابا خپله کرسۍ پرېږدي او پۀ هسپتالونو چاپې وهي، انصاف به څنګه پۀ نظر راشي چې بابائے انصاف غريب اولس او د دوي مسئلو او کېسونو ته شا کړي او د غټانو غټ کېسونو ته مخه کړي. انصاف به څنګه څوک وويني چې د انصاف پۀ لويه کرسۍ ناست دغه لوے سړے د انصاف د تقاضو پۀ ځاے پټې پټې مشورې کوي او د يو څو کسانو پۀ نخښه کولو او هغوي ته د ناجائزه سزا ورکولو لپاره لارې چارې لټوي. داسې ټولنو کښې انصاف ملاوېدل نه بلکې د انصاف قتل عام کېږي او ښۀ سرعام کېږي. خو د ظلم يوه پېمانه وي او چې لۀ هغې واوړي نو بيا د قدرت لاس پۀ حرکت کښې راځي او انصاف پۀ خپله د خپلې بې انصافۍ بدل اخلي. د کال دوه زره اتلس عام ټاکڼې چې پۀ نتيجه کښې ئې عمران خان وزيراعظم جوړ کړے شوے او پۀ ملک د تحريک انصاف حکومت مسلط کړے شوے دے، ټولو ته پته وه چې دا حکومت چا او څنګه راوستے. کړۍ ورو ورو پرانستې کېږي. د دې خبرو ځنې خلکو ته څو کلونه وړاندي نه پته وه خو پۀ ملک کښې د کرپشن، نېب او عالمګير دعوو پۀ شکل کښې داسې يوه هوا جوړه کړې شوې وه چې څوک د چا خبرې اورېدو ته تيار نۀ وو. بس سحر ماښام به کپتان، وزيرانو صېبانو، سرکاري مشيرانو، د حکومت چمچه صحافيانو دا ورد کولو چې تېر حکومتونه غلۀ وو، ملک ئې لوټ کړے دے وغېره وغېره. ميډيا هم د تابعدار خان تابع وه او چا هم د کلمه حق وئيلو جرات نۀ کولو ځکه چې چا رښتيا وئيل نو هغوي يا خو د چېنل او اخبار نه شړلے شول او يا پۀ دړکه او وهلو ټکولو خاموشه کېدل. د دې سره بلخوا حکومت هم د وخت سره سره پۀ ناکامه کېدو ؤ ځکه چې معيشت ډوبېدو، روزګارونه کښېناستل، کارخانې بندېدې او غربت پۀ زياتېدو ؤ. ورو ورو خلکو د سوشل ميډيا لۀ لارې غږونه پورته کړل او اوس دا حال دے چې پۀ بلدياتي ټاکنو کښې د حکمران جماعت پۀ انتخابي نخښه څوک د جنرل کونسلرۍ سيټ ته ودرېدو ته تيار نۀ دي. د دې سره سره چې کومه لويه پېښه رامخې ته شوه چې د ملک سياست سره سره ئې د ملک د انصاف نظام هم وجړقولو هغه د پخواني چيف جسټس ثاقب نثار يو مبينه اډيو ده چې د “فېکټ فوکس” لۀ خوا جارې کړې شوې ده. پۀ دې اډيو کښې ټول ملک واورېدل چې څنګه د انصاف پۀ لويه کرسۍ ناست يو لوے سړے يو بل سړي ته هدايات ورکوي چې څنګه پۀ هر حال نواز شريف او د هغۀ لور ته سزا اورول دي او هغوي پابند سلاسل ساتل دي. کۀ څۀ هم پخواني چيف جسټس دا اډيو رد کړې ده او اول ئې وئيلي وو چې دا زما غږ نۀ دے خو بيا وروستو ئې ومنل چې غږ د دۀ دے خو د يو ځاے بل ځاے تقريرونو نه راغونډ کړے شوے دے. هر څۀ چې وي دې يوې پېښې بلها مهم سوالونه پورته کړي دي. اول خو مهمه دا ده چې پخوانے چيف جسټس اول اول بېخي انکاري ؤ چې دا د دۀ اواز نۀ دے خو بيا وروستو ئې ومنل چې اواز د دۀ دے خو جوړ کړے شوے دے. د ملک د يو پخواني قاضي القضاه پۀ خبرو کښې دومره تضاد ولې دے، دا خو څۀ عام يا وړوکے سړے نۀ دے بلکې د دې ملک د يوې لويې ادارې چيف پاتې شوے دے. بله دا چې کۀ اډيو غلطه وي، ټيک نۀ وي يا د حکومت او پخواني چيف جسټس پۀ وېنا “ډاکټرډ” شوې وي نو دوي عدالت ته ولې نۀ ځي، کېس ولې نۀ کوي، د عزت د سپکاوي دعوي ولې نۀ کوي؟ د دې اډيو راتلو سره يوه لويه غوغا جوړه ده؛ ټولې نورې خبرې وروستو پاتې دي. هر ځاے هم دا خبرې کېږي چې اډيو ټيک ده کۀ غلطه بلکې زياتره دا چې دا پۀ دې ملک کښې څۀ روان دي او د دې نه هم اهم او لوے سوال دا دے چې لا نور به څۀ څۀ شوے وي، څۀ څۀ بي کېږي او لا نور به څۀ څۀ ډرامې مخې ته راځي. بهر حال اوس ضرورت د دې خبرې دے چې د دې معاملې سپيناوے وشي. لۀ بده مرغه څوک هم يعنې يو فريق هم مخې ته راتلو او عدالت ته تللو ته تيار نۀ دے. دومره لويه اډيو راغله او پخواني چيف جستس بس پۀ دې وئيلو اکتفا وکړه چې دا دروغ دي. بلخوا د حېرانۍ خبره دا ده چې د تحريک انصاف حکومت پۀ کښې پۀ زور ځان فريق کړو او د پخواني چيف جسټس ترجماني کوي خو بيا هم دا حکومت د کوټلي حقيقتونو معلومولو لپاره دا معامله عدالت ته نۀ وړي. دغه شان اپوزيشن يعنې پي ډي اېم پرې شخوند وهي خو تر عدالته د تګ کوشش نۀ کوي. د ټولو نه مهمه او چې کوم فريق ته ئې ظاهري ګټه رسېږي يعنې ن ليګ هغوي هم تشې خبرې کوي او صرف ميډيا او د عوام پۀ مېنځ کښې دې خبرې ته د هوا ورکولو پۀ کوشش کښې دي. يعنې يوه عجيبه لوبه روانه ده. هر سړے خبره کول غواړي خو خبره سپينېدو ته د ورتللو نه ډډه کوي، هر فريق غواړي چې څۀ ووائي خو دا ئې کوشش دے چې بل څوک ئې ووائي. اصل کښې کۀ دا اډيو ټيک وي نو دا صرف د يوې ادارې، حکومت، اپوزيشن، يو ګوند يا يو فرد خبره نۀ ده بلکې پۀ بادي النظر کښې د دې خبرې پۀ شا د ټول قام او ملک مستقبل ولاړ دے ځکه چې کۀ دا خبره صحيح ومنو نو دا خو د دوه زره اتلس پۀ ټاکنو کښې د ټول ملک پۀ حق ډاکه ده. ځکه نو ضرورت پۀ دې وخت کښې د دې خبرې دے چې دا معامله د وخت پۀ جولۍ کښې زړېدو ته پرې نۀ ښودے شي، پۀ دې خبره دې دوړې وا نۀ چولې شي، دا خبره دې د سياست ښکار نۀ کړے شي. بلکې وړومبے خو اعلي عدالت له پۀ کار ده چې د دې نوټس واخلي، پلټنې وکړي، فريقېن راوغواړي، کېس وچلوي او تور او سپين او دروغ رښتيا رامعلوم کړي. او چې د چا ګناه وي نو بايد هغه پۀ ګوته هم کړے شي او سزا هم ورکړې شي. ځکه چې مونږ څنګه مخکښې ووئيل چې دا اوس د يو ګوند، حکومت، فرد يا اپوزيشن خبره نۀ ده بلکې دا اوس د ټول قام د حق خبره ده. بيا دا خبره د يو عام سړي يا سياستدان نۀ ده بلکې نېغ پۀ نېغ تور او الزام پۀ يو داسې تن دے څوک چې د سپريم کورټ اف پاکستان پخوانے چيف جسټس پاتې شوے دے. اوس نو کۀ د دې باوجود هم دا خبره داسې پرېښودې شي او عدالت پرې هم څۀ ونۀ وائي نو دا به د انصاف د انصاف سره ډېر لوے زياتے او بې انصافي وي. مونږ دا هم اورو چې د قانون او انصاف لپاره لوے وړوکے، مالدار او غريب، سرکاري او غېر سرکاري، تور او سپين ټول يو برابر وي؛ کۀ هم داسې وي نو پۀ ملک کښې د انصاف د لوے کور مخې ته د انصاف لوے سوال پروت دے. بايد انصاف وکړے شي.

    شهزره

    پۀ ميا افتخار حسېن ګواښ ولې؟ پلټنې دې وکړې شي!

    ميا افتخار حسېن د عوامي نېشنل ګوند مرکزي جنرل سېکرتړي دے. د دې صوبې د اطلاعاتو وزير پاتې شوے دے. د طالبعلمۍ د وخت نه پۀ سياست کښې دے او د باچاخان بابا د لارې يو سپېځلے، منلے، بللے خدائي خدمتګار دے. ميا افتخار حسېن پۀ پښتنو او پښتون وطن مئين دے. کله چې يو وخت کښې پۀ دې صوبه کښې د ترهه ګرۍ ناسور پۀ جوبن کښې ؤ نو ميا صېب د اطلاعاتو وزير ؤ او د حق، اولس او خپل قام خبره به ئې ښۀ پۀ نره او کلکه کوله او هر ځاے ته به ئې ځان رسولو. خپل سياست ئې هم کولو او د خپل اولس خدمت هم. پۀ دې خاوره، پۀ دې قام او خپل سياست دومره مئين دے چې د بدن نه تر روح پورې صرف او صرف سياستدان دے او د سياست لۀ لارې د خپل قام او ملک خدمت ته لکه د غر ولاړ دے. د حق خبره ئې هر ځاے او هر وخت پۀ جار کړې ده او لۀ چا هم ډارېدلے نۀ دے. هم د دې خپل اولس پۀ خدمت کښې او حق خبره کولو لۀ وجې ترې ايکي يو او د ګل پۀ شان زوے هم ترهګرو تروړلے او خپل راشد حسېن ئې د قام د سره قربان کړے دے خو بيا هم د خپل منشور، د خپلې عدم تشدد نظريې، د خپل سياست او د خپلې خدائي خدمتګارۍ د لارې نه اوړېدلے نۀ دے او نن هم د خپل اولس لپاره د لوے بابا فخر افغان باچاخان پۀ لار د پښتنو کوڅې کوڅې او کور کور ته ځان رسوي او د خدائي خدمتګارۍ او عوامي نېشنل ګوند غږ او اواز رسوي. د پارټۍ د هداياتو پۀ رڼا کښې د تېرو څو مياشتو راهسې ميا صېب د ملاکنډ ډويژن پۀ تنظيمي دوره او د خپلو پښتنو وروڼو سره پۀ جرګه دے. ميا صېب ذاتي توګه انتهائي خوږ، پوست ژبے او نرم خو انسان دے او لکه بېخي د بابا د عدم تشدد نظريې يو ژوندے تصوير دے. کۀ يو خوا د سياست لۀ لارې د پښتنو خدمت کوي نو بل خوا د دنيا لپاره د عزم، صبر او عدم تشدد هم يو لوے مثال دے. ميا صېب چې کله هم خبره کوي نو داسې ښکاري چې يا خو د خپل اولس سره پۀ جرګه دے او يا د خپل اولس پۀ سياسي او معروضي حالاتو د پوهه کولو کوشش کوي. داسې ښکاري چې ميا صېب د قام غم او فکر پېدائشي د ځان سره راوړے دے. کوم غم دے چې ميا صېب ونۀ ليدلو او کوم درد دے چې ميا صېب ئې ونۀ دردولو خو دا د بابا رښتينے ترجمان نن هم پۀ مېدان لکه د غر کلک ولاړ دے. داسې خلک د يوې سيمې يا قام لپاره نه بلکې د ټولې نړۍ لپاره يو مثال وي خو لۀ بده مرغه مونږ پۀ قامي او ملکي دواړه سطحو د داسې لويو خلکو هډو قدر نۀ کوو. کۀ اولس ورسره مينه کوي هم خو د حکومت او انتظاميې لۀ خوا تل د داسې عظيم خلکو سره د سرد مهرۍ رويه ساتلې شي. اشاره مو د ميا صېب سره پۀ سخاکوټ کښې د يوې غونډې دوران رامخې ته شوې پېښې پله ده چې څنګه يو مجذوب هلک پۀ غونډه کښې د ميا افتخار حسېن د تقرير دوران پاڅېدو او د طمانچې پۀ زور ئې د ميا صېب خاموشه کولو هڅه وکړه. د خداے ډېر زيات شکرونه چې خېر شو او د ګوند کارمندانو او د ميا صېب سېکيورټي عملې دغه ځوان قابو کړو او انتظاميې ته ئې حواله کړو. کۀ څۀ هم سوالونه ډېر ګڼ دي او کۀ دا ومنو چې دغه ځوان مجذوب دے خو بيا هم سوال دا دے چې دا چا راوستلو، دۀ له طمانچه چا ورکړله، دۀ صرف پۀ ميا صېب پسې ګواښ ولې وکړو او داسې نور خو لکه د ګيلې او خفګان خبره دا ده چې پۀ يو دومره لوے سياستدان، پخواني وزير او هغه انسان چې ايکي يو زوے ئې ترهګرۍ شوکولے، د هغۀ پۀ دومره حساس کېس کښې هم انتظاميه د ليت و لعل نه کار اخلي، کله يو څۀ او کله بل څۀ وائي. بلکې د ميا صېب د دعوې ترمخه انتظاميه دا هم يو بل ته وائي چې دا هلک مجذوب ؤ او خبرې له دې هوا ورنۀ کړے شي. محترمو، خبره د هوا ورکولو نۀ ده، خبره ستاسو د ډيوټۍ ده، خبره ستاسو ميا صېب ته د تحفظ ورکولو ده. کۀ خداے مۀ کړه پۀ ميا صېب څۀ شوي وو نو بيا به څۀ وو؟ څوک به ذمه وار وو؟ د وخت او حالاتو غوښتنه ده چې د دې کېس دې پوره پوره پلټنې وکړې شي. د دې نه د چا مقصد څۀ ؤ؟ د دې پۀ شا د چا لاس ؤ او څوک پۀ دې مذموم فعل کښې ککړ دي. کۀ داسې ونۀ شي نو دا به پۀ سياست او يو جمهوري غږ نېغ پۀ نېغ يو ترهګر بريد وي.

    شهزره

    ملک د ائي اېم اېف پۀ جولۍ کښې

    کۀ دا ووايو چې وزيراعظم عمران خان ملک د ائي اېم اېف جولۍ ته غورځولے دے نو غلط به نۀ وي ځکه چې اوس به پۀ ملک کښې د يو شمېر بنيادي څيزونو د نرخونو فېصلې هم د ائي اېم اېف پۀ خوښه او وېنا کېږي. يعنې حکومت خو د پي ټي ائي او عمران خان دے خو د حکومت واګې اوس د ائي اېم اېف پۀ لاس کښې دي. څومره د حېرانۍ او ورسره د فکر خبره ده چې يوا خو هغه عمران خان ؤ چې وئيل به ئې چې خودکشي به وکړم خو ائي اېم اېف ته به لاړ نۀ شم او يا اوس هغه عمران خان دے چې عوام ته اوس د ائي اېم اېف د قرضونو برکات شمېري خو افسوس چې قوم ته د ائي اېم اېف شرطونه نۀ بيانوي. يا خو هغه کپتان ؤ چې تېر حکومتونه به ئې پۀ دې لتاړول چې د ائي اېم اېف نه قرضې اخلي او يا اوس هغه عمران خان دے چې د وزيرانو ئې سحر ماښام دا ډيوټي لګيدلې وي چې قوم ته دا ووائي چې ائي اېم اېف سره نشست وشو، ائي اېم اېف رضا شو، ائي اېم اېف دا ووئيل او ائي اېم اېف هغه ووئيل. يا خو هغه عمران خان ؤ چې وئيل به ئې چې ورسره د دوه سوه سقراطانو ټيم دے او يا هغه عمران خان دے چې تپوس ترې کوې نو بس صرف دغه ورد کوي چې ملک پخوانيو حکمرانانو لوټ کړے دے او کۀ دا تپوس ترې کوې چې ستاسو خو هم څلورم کال دے څۀ مو وکړل نو بيا وائي اواز پخ پخے دے. دا کومه لوبه روانه ده، خلک حېران او پرېشان دي. کۀ هم د ائي اېم اېف پۀ دې ناروا شرطونو ملک چلول وو او ملک داسې وېړيا د ائي اېم اېف جولۍ ته غورځول وو نو بيا ئې د عوام سره دا دومره وعدې ولې کړې وې، دومره دعوې ئې ولې کړې وې، دومره شنۀ باغونه ئې ورته ولې ښودلي وو. نن عوام نۀ د يو کروړ نوکريانو تپوس کوي، نۀ د پنځوس لکه کورونو تپوس کوي او نۀ د دوه سوه اربه ډالرو ملک ته د راوړو خبره کوي خو دا ضرور تپوس کوي چې اخر کومه داسې کړمه او مجبوري شوه چې کپتان صېب د ائي اېم اېف ټول شرطونه ومنل او ملک ئې ورته جولۍ کښې پېش کړو. کۀ يو خوا د ائي اېم اېف ړنده قيصه ده او حکومت ړوند کوڼ دے نو بلخوا دومره اور اوبۀ راخستے دے چې پۀ يوه ورځ د پارلېمان مشترکه اجلاس کښې پۀ چل ول درې دېرش قوانين او اېکټونه پاس کوي چې پۀ کښې د سټېټ بېنک، اوورسيز پاکستانيانو ته د ووټ ورکولو حق او الېکټرانک ووټنګ مشين (اي وي اېم) تراميم او اېکټس ډېر زيات معني خېز دي. سوال دا پېدا کېږي چې اخر ولې پۀ دې قوانين راوړلو کښې دومره تادي وشوه. بيا اوورسيز لپاره دا حکومت دومره لېواله ولې دے. اوورسيز منو چې د دې ملک لپاره ډېر زيات اهم خلک دي، زرمبادله رالېږي خو شکر دے هغوي ژوند هم هلته کوي او ووټ هم هلته استعمالوي نو بيا د هغوي دلته د ووټ تک څۀ جوړېږي. څۀ به ووايو خو د کپتان کاتې دي او د دې ملک د غريب اولس پرې سر دے. پۀ اوورسيز او اي وي اېم باندې ئې شپه او ورځ يوه کړې وه خو دې ته نۀ ګوري چې د کپتان پۀ حکومت کښې اوړۀ، چيني، غوړي، ګېس او د ضرورت هر شے د غريب د وس نه بهر شوے دے. مخکښې به تېل مياشت پۀ مياشت ګرانيدل خو اوس هره هفته ګرانېږي. مخکښې د ګېس شپاړس کلو کېن چې ډېر به ګران شو نو اتلس سوه ته به رسېدلو خو اوس پۀ ګرمۍ کښې درې زره ته رسېدلے ؤ او اوس چې به يخنۍ کښې چرته رسي. مخکښې به د ګېس قلت هډو ؤ نه خو اوس د انصاف صداکاران وائي چې ګېس به د کور د استعمال لپاره پۀ ټوله ورځ کښې صرف درې وخته ملاوېږي. خو د دې خبرو د کپتان سره هېڅ فکر نشته ځکه چې د هغۀ مقصد ووټ دے او ووټ لپاره اوورسيز او اي اوي اېم هغۀ ته فائده رسوي. بيا دا څنګه د انصاف حکومت دے چې سعد رضوي سره خبرې هم کېږي، د هغۀ د کارکنانو د لاسه د اتۀ پوليس اهکارو شهادت هم شا ته غورځولے شي خو بل خوا علي وزير پته نۀ لګي چې کومه داسې ګناه کړې چې د جېل د تورو تمبو شا ته پروت دے. کپتان صېب! انصاف داسې نۀ وي، جمهوري نظام هم داسې نۀ وي؛ کۀ هم داسې ملک چلول وي نو دا خو هر سړے ستا نه ښۀ کولے شي. کۀ نور څۀ کوې کۀ نه خو قوم ته دومره ووايه چې ملک دې ائي اېم اېف ته پۀ کومو شرطونو حواله کړے دے.

  • بابړه کښې پۀ کال 1948ز کښې د خدائي خدمتګارو شهادت – سعيداحمدشاهي

    بابړه کښې پۀ کال 1948ز کښې د خدائي خدمتګارو شهادت – سعيداحمدشاهي

    دا واقعه بابړې سره تړلې واقعو کښې تراوسه د ټولو مهمه او خونړۍ واقعه ده کومه چې پۀ کال 1948ز کښې د اګست د مياشتې پۀ دولسمه نېټه پېښه شوې وه. دې واقعه کښې پۀ دغه ورځ پۀ بې ګناه خدائي خدمتګارو، د بابړې او خواوشا کليو پۀ عام اولس نر او ښځو باندې د اسلام پۀ نامه د هندوستان نه د راشوکولي شوي نوي ملک واکدرانو ګولۍ وچلولې چې له امله ئې د يو معلومې شمېرې مطابق د شپږ سوه نه زيات کسان شهيدان او پۀ زرګونو ژوبل شوي وو. خو ترنن ورځې پورې بيا هم د صحيح شمېرې پته ونۀ لګېدله. د دې بې ګناه شهيدان کړے شوي اولس وينه تر نن ورځې پورې د دې ملک د واکدارانو نه سوال کوي چې د دې واقعې پۀ اړه دې يو پلټنه وشي، له هغې ورستو بيا د دې ذمه وارو ته دې سزا ورکړې شي.

    اوس راځو د دې واقعې د بېلا بېلو اړخونو جاج اخلو چې دا معلومه کړو چې د دې شا ته داسې کومې خبرې وې چې د هغې له امله داسې انسانيت شرموونکې واقعه مخې ته راغله.

    پس منظر

    د بابړې د دې واقعې د پس منظر پۀ اړه کۀ مونږ نظر واچوو نو مونږ ته دا خبره راښکاره شي چې د مسلم ليګ غړو او د هغوي مشرانو ځان د اسلام او پۀ هندوستان کښې اوسېدونکيو ټولو مسلمانانو ټېکيداران ګڼل او بل هېڅ څوک ئې پۀ خپله دې دعوېٰ کښې ځان سره شرک منلو ته پۀ هېڅ قيمت هم تيار نۀ وو. نو بيا هر کله چې د هندوستان د تقدير فېصله باوجود د دې چې د ټول هندوستان صرف پۀ يوه صوبه بنګال کښې د مسلم ليګ حکومت ؤ نو بيا هم د يو پټ سازش تر مخه د وېش فېصله وشوه. چې پۀ دغه سازش کښې ټول پۀ ټوله تاوان د پښتنو پۀ برخه کښې ورسېدۀ. تر دې چې د پښتنو د ټولو نه قابل اعتبار ګوند کانګرېس مشرانو هم خپلې سترګې بدلې کړې او د پښتنو د ملګرتيا نه ئې لاس واخستو چې د دوي له دې امله پښتانۀ شرمخانو ته پۀ ډاګه يواځې پاتې شول.

    هم پۀ دې اړه د يو بل اړخ جاج اخلو؛ د دوېم نړيوال جنګ نه مخکښې تاج برطانيه پۀ خپل سلطنت کښې د نړۍ دومره لويه برخه لرله چې نمر پکښې نۀ پرېوتلو. خو بيا دوي ته الله پاک د هټلر پۀ شکل کښې يو خنډ د جرمني نه راپورته کړو. څوک چې د برطانيې او د هغې د اتحاديانو د مفاداتو پۀ لاره کښې يو مضبوط دېوال جوړ شو. چې له امله ئې بيا د دوي ترمېنځه دوېم نړيوال جنګ ونخښتو چې پۀ کومه کښې خو پۀ څرګنده باندې تاج برطانيه او اتحاديانو برے بيا موندو خو چې څنګه د تاريخ نه ثابته ده چې جنګ د يوې مسئلې حل هم نۀ وي بلکې د بې شمېره مسئلو جرړه وي، نو بيا هم دغه وجه وه چې چونکې برطانيه د هټلر او جرمني پۀ ضد جوړ شوي نړېوال اتحاد يو مهم ملک ؤ نو د دغه جنګ پۀ نتيجه کښې د شوي تاوان هم لويه برخه ادا کول هم د برطانيې پۀ ذمه رسېدلې وه. خو څنګه چې پېرنګي دعوٰې لرله چې د هغوي پۀ سلطنت کښې نمر نۀ پرېوځي نو بيا د دوي دغه دعوٰي هم پۀ خپل ځاے پاتې شوه او د هغوي دغه دومره لوے او پۀ ټوله نړۍ کښې خور سلطنت دړې وړې شو. چې له امله ئې د نړۍ پۀ نقشه کښې هغه وخت څو نوي نوي ملکونه راښکاره شول. پېرنګے بيا دومره مجبوره شو چې د دوي وزيراعظم وېنسټن چرچل د برطانيې پارلېمان ته د يو تقرير کولو پۀ موقعه پۀ ژړا شو او وې ويل چې “زمونږ امريکې ته دا خواست دے چې مونږ دې خپل درې پنځوستم رياست ومني خو زمونږ مالي مرسته دې وکړي.”

    نو هم دغه وجه وه چې د هغوي بيا دا مجبوري جوړه شوې وه چې دلته د خپل سياسي او سامراجي مفاداتو د تحفظ خيال ساتلو نه پس د هندوستان د مسئلې هم څۀ نا څۀ حل راوباسي. چونکې پېرنګې د هندوستان د سرو زرو مرغۍ پۀ هېڅ قيمت هم چاله نۀ ورکوله نو بيا هغوي يو سوچ وکړو چې خېر دے کۀ مونږ د دې ملک نه وځو خو چې زمونږ د سرو زرو دغه مرغۍ نه هغه سرۀ زر تر عمره عمره اخلو نو بيا هغوي پۀ هندوستان کښې داسې ډلې ځان سره د خپلو سرۀ زرو ترلاسه کولو لپاره تيارې کړې. چا چې به بيا ځان ته د پېرنګي وارثان وئيل. نو هغوي د خپلو مالکانو او واکدارانو پۀ ډاډګېرنه پۀ دې ملک کښې داسې حالات پېدا کړۀ چې پۀ کښې خبره د ملک د وېش پورې ورسولې شوه. بل اړخ ته پۀ دغه موده کښې پۀ انګلستان کښې انتخابات هم وشو چې د هغې پۀ نتيجه کښې هلته د لېبر پارټۍ نوے حکومت جوړ شو او اېټلي (Clement Attlee)بيا دوي خپل وزيراعظم وټاکلو نو بيا هغۀ هم د ټولو نه وړومبے د هندوستان د مسئلې حل کولو اعلان وکړو او پۀ هندوستان کښې پۀ دغه ورځو انتخابات کول د دغې فېصلې يوه کړۍ وه.

    بيا هم د دغه انتخاباتو د فېصلې پۀ نتيجه کښې پۀ صوبه سرحد (اوسني خېبرپښتونخوا) کښې د هندوستان د نورو برخو پۀ شان پۀ کال 1946ز کښې د فرورۍ پۀ مياشت انتخابات وشول. پۀ دغه انتخاباتو کښې د مسلم ليګ ډلې د مذهب او پاکستان پۀ نامه پۀ ټول هندوستان کښې برخه واخسته. او پۀ صوبه سرحد کښې ئې دوه نشستونه حاصل کړل. هم د دغه انتخابانو پۀ نتيجه کښې چې پۀ صوبه کښې د خدائې خدمتګارو او کانګرېس پۀ شريکه باندې پۀ ټولو پنځوسو نشستونو کښې دېرش نشستونه وګټل او د ډاکټر خان صېب پۀ مشرې کښې د خدائي خدمتګارو او کانګرېس پۀ شريکه باندې وزارت جوړ شولو. پۀ دغه وخت کښې پۀ صوبه کښې څۀ اصلاحات وشول او پۀ څۀ لا کار شروع ؤ چې دا د مسلم ليګ ډلې ونۀ زغمل او د سازشونو يو نۀ ختمېدونکے عمل شروع شولو.

    چونکې د ملک د وېش منصوبه د مخکښې نه جوړه شوې وه، او د پېرنګي پۀ دغه منصوبه کښې د هغوي له اړخه ټاکلے شوي پلاټ مطابق خپل کردار لوبولو. د پېرنګي پۀ دغه منصوبه کښې شامله بده برخه ټوله صرف د پښتون قام پۀ قسمت رسېدلې وه.

    باچاخان د دغه منصوبې نه بېخي ناخبره ساتلے شوے ؤ نو ځکه هغۀ دا ګڼل چې دا پۀ کومه بې لوثه جذبه پۀ خپله لګيا دے نو هم دغسې به د هندوستان د دغه نورو ډلو مشران هم د دې قام د خدمت پۀ جذبه کار کوي خو هغۀ بېخي دا طمع نۀ لرله چې نورې ډلې خو پرېږده چې د خپلې ډلې ملګري او مشران به هم د پښتنو سره درغلي کوي او دوي به د شرمخانو مخامخ پۀ ډاګه يواځې پرېږدي..

    کله چې پۀ کال 1947ز کښې د جون پۀ مياشت کښې پۀ شمله او د ملک پۀ څو نورو ځايونو کښې د هندوستان د ټولو ډلو د مشرانو ترمېنځه څو غونډې د مسلل ليګيم مشرانو د بې ځايه ضد له وجې بې نتيجه ختمې شولې.

    چونکې دغه وخت هندوستان د ډېر نازک وخت نه تېرېدو. د هندوستان سياسي ډلو مشرانو دا غوښتل چې اوس دا مسئله دې زر تر زره يو اړخ ته شي نو بيا هغوي د پښتنو قامي مسئلې ته ډېره پاملرنه ونۀ کړه. باچاخان پۀ دې اړه پۀ دغه غونډه کښې شريک ټولو غړو باندې زور راوړو چې د پښتون قام د قسمت فېصله دې پۀ داسې طريقه ونۀ شي چې بيا د هغې له وجې قام ټول عمر له خوار و زار شي. بلکې د خپل تاريخي، کلتوري او جغرافيائي جوړښت پۀ لار دې وشي. خو وائسراے هند دې خبرې منلو نه انکار وکړو او پۀ خپله وړاندې کړے شوې د ملک د وېش پۀ فارموله باندې ئې زور راوړو او پۀ دې صوبه کښې هم د رېفرنډم کولو ئې اعلان وکړو. او دا رېفرنډم د پاکستان يا هندوستان پۀ نامه وشو. د پېرنګي دغه منصوبه د 3 جون 1947ز پۀ نامه يادېږي.

    بل اړخ ته خدائي خدمتګارو د دغه رېفرنډم بائيکاټ وکړو. چې وجه ئې دا وه چې پۀ هندوستان کښې د شموليت سوال ځکه نۀ پېدا کېدو چې پۀ جغرافيائي لحاظ سره دا صوبه پۀ هندوستان کښې شامل شوو علاقو نه پۀ سلګونه ميله لرې پرته ده، بل خوا پاکستان هم د شرمخانو پۀ خوښه او هم د هغوي لپاره بې د څۀ خاص وجې د باقي هندوستان نه جدا کولے شو. او دغه شرمخانو پښتون قام ته چرې هم د انسان پۀ نظر نۀ کتل. او د خدائي خدمتګارو او د باچاخان هغه خبره خو ترې دوي د مېنځه وېستلې وه. نو بيا پۀ دغه رېفرنډم کښې د برخه اخستو سوال هم نۀ جوړېدو.

    دا رېفرنډم پۀ کال 1947ز کښې د جولائي پۀ مياشت کښې وشو خو د خدائي خدمتګارو د بائيکاټ او پېرنګي حکومت د پوره پوره مرستې له کبله د رېفرنډم ټولې نتيجې د مسلم ليګ ډلې د غوښتنې مطابق او موافق راووېستلې شوې. کومې چې د دې صوبې پۀ پاکستان کښې د شموليت جواز جوړ شو.

    بيا د دغه رېفرنډم د نتيجې نه وروستو خو د مسلم ليګ ډلې سترګې نورې هم سرې شولې او دا ملک ئې د خپل پلار نيکۀ جاګير وګڼلو. او پۀ ټول ملک کښې پۀ عمومي او پۀ دې صوبه کښې پۀ خصوصي توګه د مسلم ليګ دغه ليډرانو هغه څۀ وکړل چې څۀ ئې پۀ خپل زړۀ ساپه وه.

    د ملک د وېش دا عمل دومره پۀ منډه مکمل کړے شو چې سړے ورته سوچ وکړي نو حېران پاتې شي. ځکه چې پېرنګي خو هندوستان له د ازادۍ ورکولو لپاره نېټه 15 اګست 1948ز ټاکلې وه خو دا ټول عمل ئې د خپلې ټاکلې شوې نېټې نه هم يو کال وړاندې پۀ 15 اګست 1947ز باندې څو مياشتو کښې دننه دننه مکمل کړو او د دوي دغه د منډې عمل د هندوستان د خلقو پۀ ژوند هغه بد اثر وروستو پرېښودو چې تر نن ورځې پورې موجود دے.

    د هندوستان د تقسيم نه وروستو چې بايد د نورو صوبو پۀ رنګ پۀ دې صوبه کښې هم چې قائم حکومت له دوام ورکړے شوے وے خو د بده مرغه داسې ونۀ شوله او پۀ ډاکټر خان صېب باندې دا تور ولګولے شو چې هغوي د پاکستان د بېرغ پورته کولو دستورې کښې د ګډون کولو نه انکار کړے ؤ. حالانکې دا د حقيقت نه بالکل اپوټه خبره ده. بيا د ګورنر جنرل پۀ حکم د صوبې د منتخب وزارت د برخاست کولو لپاره همدغه جواز وګرځولے شو.

    د قيوم خان شخصيت او کردار

    د وړاندې تلو نه مخکښې د قيوم خان پۀ شخصيت او سياست کښې د دۀ پۀ کردار باندې رڼا اچول ضروري دي. قيوم خان پۀ چترال کښې پۀ کال 1901ﻋ کښې پيدا شوے او لوے شوے ؤ. د دۀ پلار عبدالحکيم خان پۀ چترال کښې اسسټنټ ؤ. د نيکۀ نامه ئې محمد قاسم خان وه او د دۀ قر نيکۀ د کشمير نه پېښور ته راغلے ؤ چې بيا وروستو هم دلته مېشته شوے ؤ. قيوم خان د مشن هائي سکول پېښور نه علاوه پۀ مردان، کوهاټ او ډېره اسماعيل خان کښې هم سبق وئيلو نه وروستو د وکالت د ډګرۍ لپاره انګلستان ته لاړو او هلته نه ئې پۀ کال 1926زکښې باراېټ لاﻋ وکړله او بېرته کله چې پېښور ته راستون شو نو پۀ دغه ورځو کښې د هندوستان د ازادۍ تحريک پۀ ډېر زور و شور سره روان ؤ. د چاپېرچل د نورو ځوانانو پۀ رنګ دۀ هم وړومبے پۀ خلافت تحريک کښې د هلو ځلو کولو نه وروستو پۀ کانګرېس کښې د شموليت فېصله وکړه او پۀ عملي سياست کښې د برخه اخستو لپاره ځان له ئې د کانګرېس ګوند خوښ کړے ؤ. پۀ دغه ورځو کښې د دۀ ملاقات ډاکټرخان صېب سره پۀ يوه غونډه کښې وشو او دے ډېر زر هغوي ته ډېر نزدې هم شولو. د ډاکټر خان صېب يوه کمزوري وه او هغه دا چې هغوي به ډېر زر پۀ مخامخ سړي اعتبار کولو او د قيوم خان غوندې مفاد پرسته انسان ته چې د دوي د دغه کمزورۍ علم وشو نو هغۀ خپل ځان نور هم ډاکټر خان صېب ته ورنزدې کړو او د هغې لپاره هغۀ پۀ دغه وخت خپل خيالات د مشهور زمانه کتاب ګولډ اېنډ ګنز (Gold and Guns) پۀ شکل کښې وليکل چې بيا وروستو ئې هم پۀ دغه خپل کتان پۀ خپله پابندي ولګوله.

    کله چې بيا ډاکټرخان صېب پۀ کال 1937ز کښې د هندوستان د مرکزي اسمبلۍ د رکنيت نه استعفا ورکړله او د صوبې وزيراعلٰي منتخب شولو نو هغوي پۀ خپل دغه خالي کړے شوي نشست باندې قيوم خان ته د ټکټ ورکولو سفارش وکړو. او بيا دغه رنګ قيوم خان د هندوستان د مرکزي اسمبلۍ غړے جوړ شولو خو چې کله د دۀ دغه د هندوستان د پارلېمان لپاره ټاکلے شوے ميعاد پوره شو نو بيا د ګوند لۀ خوا نوي ميعاد لپاره د باچاخان مشر زوي عبدالغني خان ته د ګوند له اړخه ټکټ ورکړے شو او دغه رنګ عبدالغني خان د پارلېمان غړے منتخب شو خو د پارټۍ پۀ دغه فېصله باندې قيوم خان د کانګرېس د بنيادي رکنيت نه استعفا ورکړه چې بيا وروستو ئې پۀ ډينز هوټل پېښور کښې د هغه وخت د مسلم ليګ مشر فېروزخان نون سره يو ملاقات وکړو او ورسره ئې پۀ مسلم ليګ ډله کښې د شموليت فېصله وکړه. دا وه د قيوم خان د سياسي او ذاتي شخصيت لنډه پېژندګلو.

    مسلم ليګ اوصوبه سرحد کښې د خدائي خدمتګار وزارت

    پۀ صوبه کښې د رېفرنډم د نتيجې وروستو پۀ اووم اګست قيوم خان جناح صېب ته خط لېږلے ؤ چې پۀ کښې ئې د جناح صېب نه د ډاکټر خان صېب د وزارت ختمولو غوښتنه کړې وه او بيا پۀ دغه لړ کښې جناح صېب وائسراے مونټ بېټن (Mountbatten)ته پۀ لېږلے شوي خط کښې پۀ دغه اړه د عمل کولو سفارش کوي چې وائسراے پۀ دې مجبور شو چې د صوبې ګورنر نه ئې پۀ دغه بابت کښې تپوس وکړو. خو د صوبې ګورنر لوکهارټ (Lockhart) پۀ خپل ځواب کښې د ډاکټر خان صېب د وزارت ختمولو مخالفت کوي او ليکي چې؛

    “د مسلم ليګ خواهش دے چې د داکټر خان صېب حکومت دې د پنځلسم اګست نه وړاندې برخاست کړے شي. نو ما او ما سره موجود نورو اهلکارو پۀ دې اړه دا فېصله وکړه چې د پاکستان حکومت دې دا وئيل ضروري وګڼي چې دا به څۀ رنګ کوو؟ زما فېصله خو د دې خلاف ده ځکه چې دا به د پاکستان لپاره دلخراش وي.”

    د مسلم ليګ غړے جسټس ريټائرډ ميا برهان الدين پۀ خپل کتاب کښې ليکي چې؛

    “زۀ او قيوم خان دوه ځله ګورنر سره پۀ دې حقله ملاو شوي وو چې د ډاکټر خان صېب حکومت ختم کړي.”

    وائسراے پۀ دې بابت کښي دا هم وائي چې؛

    “زۀ مسلم ليګ له پۀ صوبه کښې هم د مشاورتي حېثيت (Advisory Status) ورکولو ته تيار يم خو د ډاکټر خان صېب حکومت ختمول نۀ صرف يو غېر جمهوري عمل دے بلکې يو غېر ائېني قدم هم دے.”

    پۀ لسم اګست کال 1947ز وائسراے لياقت علي خان ته خط ليکلے ؤ چې ئې پۀ کښې ليکلي وو چې ما سېکرټري اف سټېټ ته حکم ورکړے دے چې د ډاکټر خان صېب وزارت دې ختم نۀ کړے شي ځکه چې دا يو غېر جمهوري قدم څۀ چې غېرائيني عمل هم دے.

    د دې نه وروستو بيا لياقت علي خان جناح صېب ته خط وليکو چې ورته ئې پۀ دغه خط کښې څۀ دا خبرې ليکلې وې؛

    “زۀ تاسو ته دې خپل خط سره تړلے د وائسراے خط درلېږم کوم چې هغۀ زما پۀ نامه رالېږلے دے او هغۀ ته دغه خط د ګورنر له اړخه رالېږلے شوے دے. تۀ سبا له هسې هم د جارج کننګهم سره ملاوېدو له روان يې نو پۀ دې بابت کښې ورسره هم وغږېږه، زۀ خو پۀ خپله دا محسوسومه چې وائسراے مونږ لاندې کول غواړي ځکه چې دوي خو د کانګرېس پۀ لاسو کښې لوبېږي.”

    نو پۀ دې ټولو خطونو کښې موجودو خبرو نه داسې ثابتېږي چې د مسلم ليګ د مشرانو نيت د خدائي خدمتګارو پۀ اړه د مخکښې نه خراب ؤ او دغه کومه د بېرغ پورته کولو پۀ دستوره کښې د ګډون نۀ کولو کومه بهانه چې دوي د ډاکټر خان صېب د وزارت ختمولو لپاره ښودله نو دا خو يوه عجيبه او دروغ ځکه ښکاري چې دغه ټول خط وکتابت خو د وېش پۀ اړه ټاکل شوې د ورځې نه مخکښې شوي دي.

    د اګست د مياشتې نه وړاندې د ګورنر دا کوشش ؤ چې د صوبه سرحد د کانګرېس او مسلم ليګ ترمېنځه د روغې جوړې او خبرو اترو څۀ لاره هواره شي خو د جناح صېب له اړخه پۀ دې اړه بېخي انکار له وجې څۀ لاره راونۀ وتله.

    ډاکټر وقارعلي شاه صېب پۀ خپل څېړنيز کتاب [1]کښې پۀ دې حقله ليکي چې؛

    “د جناح صېب د دغه ملاقات نه د انکار وجه د باچاخان له اړخه د شمله پۀ غونډه کښې شوې درې مطالبې وې کومې چې هغۀ ته قابل قبول نۀ وې: هغه مطالبې دا وې؛

    1. مکمل صوبائي خودمختاري
    2. د صوبې اختيار د پښتنو هغه علاقو ته هم خورول چې کومې پۀ مختلفو وختونو کښې د دې صوبې نه شوکولې شوې دي. (چې اشاره پکښې بلوچستان سره تړلې شوې او پخوانۍ فاټا ته وه).
    3. څۀ رنګې چې يو رياست د کامن وېلتهـ نه د وتلو اختيار لري دغه رنګې دې دا اختيار د رياست پۀ اړه صوبو ته هم وسپارلے شي. “

    د ډاکټر خان صېب د وزارت ختمولو پۀ اړه د بعضې ملګرو د يو غلط فهمۍ ته پاملرنه کول غواړي ځکه چې د هغوي د خيال مطابق د ډاکټر خان صېب وزارت ختمولو پۀ سازش کښې يواځې قيوم خان ذمه وار ؤ چې هغۀ د جناح صېب او لياقت علي خان غوږونه پۀ دې حقله پۀ خپله دې دعوٰې سره ډک کړي وو چې؛

    “ډاکټر خان صېب پۀ پنځلسم اګست د پښتونستان اعلان کوي. او خدائي خدمتګار به پۀ دې اړه د سول نافرمانۍ تحريک پېل کوي.”[2]

    خو د دغه وړاندې ذکر شوي خط و کتاب نه دا خبره څرګندېږي چې د قيوم خان نه علاوه هم د مسلم ليګ غټ غټ مشران چې د جناح نه واخلې تر د لياقت علي خان پورې او بيا د قيوم خان او ميا جعفر شاه پورې هر يو تن پۀ کښې پۀ څۀ نه څۀ حد پورې خپله هڅه کړې وه او پۀ دې ټول عمل کښې پوره پوره ذمه وار وو. او پۀ دې جرم دغه ټول پۀ شريکه او يو شان ککړ دي، خو چونکې پۀ دوي ټولو کښې پۀ هغه موده کښې قيوم خان د مخامخ نه لګيا ؤ نو د هغۀ نامه ځکه هر ځاے کښې مخې ته راځي.

    خو دا يوه خبره د هندوستان د دغه وخت بيان شوي تاريخ پۀ هر يو ليک کښې هم يو رنګ بيان شوې ده. او هغه دا ده پۀ دغه ورځو کښې پۀ دې اړه د پېرنګي د کردار خبره؛ نو هغه داسې چې بې شکه پېرنګي چې د کله نه هندوستان ته د ايسټ انډيا کمپنۍ نه راواخلې او تر د هندوستان د وېش د وخت پورې خوره پۀ دغه ټوله موده کښې، هغوي پۀ يو موقعه باندې هم چرته پښتنو سره څۀ ښۀ سلوک نۀ دے کړے، خو پۀ دې موقعه هغوي د هندوستان نه پۀ تلو تلو کښې بيا پۀ خپله جامه د ډاکټر خان صېب د وزارت د برخاست کولو داغ لګول نۀ برداشت کول.

    باچاخان پۀ دغه ورځو کښې د هشنغر د خپلې دورې پۀ موقعه باندې خدائي خدمتګارو ته وئيلي وو.[3] چې؛

    “پۀ افواګانو باندې بېخي يقين ونۀ کړئ او کۀ څوک پنځلسم اګست نمانځي نو چې تاسو پۀ کښې هېڅ مداخلت ونۀ کړئ. ”

    د صوبې ګورنر جارج کننګهم چې وائسراے لارډ ماونټ بېټن ته پۀ 14 اګست 1947ز باندې کوم خط ليکلے ؤ چې پۀ دې بابت کښې لوستونکيو ته د ثبوت پۀ ټوګه وړاندې کول غواړم. ګورنر پۀ خپل دغه خط کښې ليکي چې؛

    “ډاکټر خان صېب لوظ کړے دے چې هغه او د هغۀ سره نور ټول وزيران به د بېرغ پورته کولو پۀ دغه دستوره کښې ګډون کوي. او د کانګرېس بېرغ به راکوزوي. چې تر څو هغه وزيراعلٰي وي نو د پاکستان د ائين خلاف به هېڅ کار نۀ کېږي. او کۀ چرې مرکزي اسمبلي داسې يو قانون جوړوي چې دې پۀ کښې د مرستې کولو جوګه نۀ وي نو پۀ خپله به استعفا ورکوي او کۀ چرې جناح صېب د هغۀ وزارت ختموي نو هغه به دا خبره منظوره کړي او کۀ چرې د هغۀ پۀ ځاے بيا د مسلم ليګ د وزارت جوړېدو اعلان کېږي نو دا به تکليف ده وي.”[4]

    ګورنر پۀ خپل دغه خط کښې وړاندې ليکي چې؛

    “او ډاکټر خان صېب ته دې د راتلونکو انتخاباتو پورې د کار کولو موقعه ورکړې شي.”

    کله چې د پنځلسم اګست ورځ راغله نو پۀ دغه دستوره کښې ډاکټر خان صېب او د هغوي وزيران د مسلم ليګ نېشنل ګارډزد ګډون کولو نه منع کړل. او د دوي نه ئې د استعفا ورکولو غوښتنه وکړه. د کومې نه چې ډاکټر خان صېب انکار وکړو. او دغه شان دې معاملې له د مسلم ليګ ډلې بيا هوا ورکړه او خپل هغه د دروغو جوړ کړے شوے بيان چې “ډاکټر خان صېب د بېرغ پورته کولو پۀ دستوره کښې د ګډون پۀ اړه انکار وکړو” د قام او نړۍ مخکښې بيا بيا او پۀ څو څو کرته د اخبارونو او نور پۀ ملک کښې موجود د پروپېګنډې پۀ ټولو ذريعو باندې خور کړو او د پروپګنډو د ټولو وسيلو اختيار هم د مرکزي حکومت يعنې مسلم ليګ پۀ لاسو کښې ؤ نو بيا د دې بيان د تصديق لارې هم ټولې بندې وې او اخر پۀ دويشتم اګست د ډاکټرخانصېب وزارت برخاست کړے شو.

    خان عبدالولي خان د دې واقعاتو پۀ اړه پۀ خپل کتاب[5] کښې ليکي چې؛

    “پۀ غېر جمهوري غېرائيني، غېرقانوني او غېراخلاقي طريقې د دې منتخب حکومت ماتولو سره د جناح صېب او مسلم ليګ د پاکستان د مسلم ليګ ډلې پۀ اختيار کښې د ساتلو هغه د زړۀ ارمان سر ته ورسولو.

    دې نه وروستو مرکز سره درې لارې وې چې پۀ دې کښې ئې يوه خپله کړې وے؛

    1. ګورنرراج ئې نافذ کړے وے.
    2. د نګران حکومت جوړولو سره ئې د نورو انتخاباتو اعلان کړے ؤ.
    3. د In House بدلون لپاره ئې داسې وزارت جوړ کړے وے چې د منتخبې اسمبلۍ اعتماد ورته حاصل وے.”

    جناح صېب چونکې پۀ خپله پۀ ائين کښې ترميم کړے ؤ او ګڼل ئې چې د آزادۍ راتلو سره د پېرنګي قانون خو لاړ د مېنځه والوتو او چې د اسلام پۀ نامه حکمراني کوي نو د هغې مثال خو هم دغه دے چې پۀ هفته کښې ئې دننه دننه مکمل اختيار به نوي حکمرانان له ورکوي. چونکې دلته د وزارت د برطرف کولو حکم د مرکز نه نېغ پۀ نېغه راغلے ؤ چې پۀ کښې دا حکم هم شامل ؤ چې ګورنر راج به نۀ لګي بلکې مسلم ليګ له به وزارت جوړوي او تر دې پورې تفصيل پۀ دغه حکم کښې موجود ؤ چې قيوم خان به نوے وزيراعلٰي وي. او دۀ سره به يو بل هم وزير وي.

    1. Ethncity, Islam and Nationalism p. 228 by Dr. Syed Waqar Ali Shah 
    2. Erland, Pakistan, India or Pakhtunistan Pg. 228 
    3. Abdul Ghaffar Khan, Faith is Battle p. 450 by D.G Tendulkar Bombay 1967 
    4. National Archives S.No. 46-CG/47, 31 
    5. خان عبدالولي خان کتاب”باچاخان او خدائي خدمتګاري”(دوېم ټوک)مخ 24-26 
  • خدائي خدمتګار شېرزمين خان کاکا – ليک: ډاکټر محمد شهزاد

    خدائي خدمتګار شېرزمين خان کاکا – ليک: ډاکټر محمد شهزاد

    خدائي خدمتګار شېرزمين خان کاکا د پښتونخوا تاريخي کلي کوټ منزري بابا ملاکنډ پۀ نوموړي خدائي خدمتګار کورنۍ کښې پۀ کال ١٩٤٢ز کښې زېږېدلے ؤ. ابتدائي زدکړه ئې د خپل کلي پۀ سکول کښې کړې وه. د وړوکوالي نه د خدائي خدمتګار تحريک او د هغې وخت نېپ (اے اين پي) پۀ هره جلسه، جلوس کښې به د مشرانو سره څنګ پۀ څنګ ولاړ ؤ.

    پۀ مقامي غونډو کښې به سټېج سېکرټري ؤ. ډېر د وړوکوالي نه ئې د مشرانو پۀ زړونو کښې ځاے پېدا کړے ؤ.

    هرکله چې د ګټې وټې شو نو د معاش پۀ تکل کښې د کراچۍ پۀ لور روان شو. هغه وخت کراچۍ ښار د نن د خليج ( عرب ممالک) حېثيت لرلو. کاکا د يو ادنٰي مزدور پۀ حېث پۀ رشيد ټېکسټائيل مل کښې بهرتي شو او دا رنګ ئې پۀ عملي ژوند کښې قدم کېښودو. هغه وخت کراچۍ ښار د هېواد معاشي مرکز ؤ. ځکه دلته ګڼ شمېر پښتنو شتون لرلو. هغه وخت پښتون کميونټي د سختو ستونزو او نازکو حالاتو سره مخ وه.

    پۀ دې سختو حالاتو کښې کاکا د خدائي خدمتګار او د بابا د حقيقي پېروکار د خپل پښتون اولس خدمت ته ملا وتړله. اول ئې د پښتنو خپل منځي شخړې، بې اتفاقي ختمولو لپاره عملي هلې ځلې شروع کړې او بيا ئې د خپل حق غوښتلو لپاره يو کړل.

    پۀ ډېره لږه موده کښې د پښتنو پۀ زړونو کښې ئې خپل ځاے پېدا کړو. د دوي خدماتو، ستړو، قربانو او سياسي پوهې لۀ وجې پښتنو د ټولې کراچۍ ښار د ټيکسټائل ملز مزدورانو د انجمن مزدوران ال کراچۍ ټېکسټائل ملز ( پليټ فارم) لپاره د ستر سېکتر د انتخاباتو لپاره وټاکلو.

    کاکا اولنے پښتون مزدور مشر ؤ چې د کراچۍ د دومره لوے مزدور پلېټ فارم نه ئې بريا ترلاسه کړله. او داسې ئې څلور وارې خپله عهده وګټله. نومبر ١٩٦٨ز کښې چې هر کله د جنرل ايوب خان د حکومت پۀ ضد پۀ کښې د ټرېډ يونيز احتجاجي تحريک شروع شو نو کاکا د پښتون برادرۍ د اړخه پۀ دې احتجاجي تحريک کښې فعاله او مثالي کردار ولوبولو. د قېد و بند اذيتونه ئې برداشت کړل. د قېد نه پس پرې پۀ اولسي غونډو، غم ښادۍ، ټرېډ يونين غونډو، سيمينارونو کښې پۀ ګډون بندېز ولګېدو خو ولې کاکا او د کاکا ملګري مشران د خپلو غوښتنو نه يو انچ هم پۀ شا نۀ شول. پۀ مارچ ١٩٦٩ز کښې جنرل يحيٰي خان د حکومت واګې ترلاسه کړې خو هغه هم مزدور دښمنه ثابت شو. د جنرل يحيٰي خان پۀ درې کاله اقتدار کښې يواځې کراچۍ کښې تقريباً ٤٥ زره مزدوران بې روزګاره شول. د ملکي غېريقيني صورتحال نه ذوالفقارعلي بهټو ګټه پورته کړله او پۀ ملک کښې د يو نوي ګوند پيپلز پارټۍ بنياد ئې کېښودو. دغه موده کراچۍ کښې بنګالي برادري د خطر سره مخ شوه. ارواښاد د ولي خان بابا پۀ هدايت د بنګاليانو وروڼو واپس بنګال ته باعزته واپسي او دلته دعام پاکستاني پۀ حېث ژوند تېرولو لپاره کاکا او د پښتنو نورو سياسي مشرانو عملي هلې ځلې وکړې کوم چې يو ځلنده تاريخ دے.

    وزيراعظم بهټو صېب واک ترلاسه کولو نه پس پۀ ادارو او پبلک سېکټر کښې ټرېډ يونين کښې دننه لاس وهنه شروع کړه. پۀ دې لړ کښې يو حکومتي چارواکي د کاکا سره ملاقات وکړو او د ځمکې او حکومتي چوکۍ افر ئې ورته وکړو چې د پښتنو او د مزدور د بالادستۍ تحريک پرېږده او زمونږ سره شه. خو ولې کاکا هم د بابا حقيقي پېروکار او قام پرست مشر ؤ. هغوي کله د خپل قام، نظريې، ګوند، ضمير، د مزدور د حق سودا د يوې چوکۍ لپاره کولې شوه. کاکا د مخکښې نه زيات پۀ خپله نظريه او اصولي موقف کلک ودرېدو. کاکا او د کاکا ملګري مزدور مشرانو د پاکستان انډسټري مزدورانو د فلاح و بهبود لپاره بې مثاله کارونه وکړل. د پاکستان پۀ تاريخ کښې پۀ اولني ځل د انډسټري مزدورانو مياشتنۍ چهټيانو پۀ اړه د اعلٰي عدالتونو دروازې وټکولې.

    پۀ دې وجه د ملز مالکانو پۀ ايما حکومت د دوي پۀ يونين بندېزونه ولګول او دوي ئې د خپلو عهدو نه مات کړل. پوره درې مياشتې د قانوني جنګ نه پس واپس يونين او سپروائزري عهده بحال شوه خو ولې دې دوران کښې د ټرېډ يونينز مشرانو خفيه ډيل وکړو او د کاکا د يونين مشرانو د جفا او د پښتون کميونټي د کردار نه زړۀ موړ شو. او کاکا پوره ١٩ کاله پس خپل اتمانخېل ملاکنډ ته واپس راغلو. او د روزګار پۀ خاطر کرکيله ئې شروع کړه او دې سره سره به ئې د خپل ګوند اے اين پي پۀ عملي هلوځلو کښې برخه اخسته.

    دغه وخت د ګوند دخدمت دمشرۍ واک د تپه اتمانخېل يو سي کوټ، يو سي سيلۍ پټي، يو سي اګره د دوي د ترۀ زوي امين محمد عرف چاچا سره وه. هر کله چې امين محمد چاچا وفات شو نو خانداني رواياتو د مشرۍ واګې خدائي خدمتګار شېرزمين خان کاکا ته وسپارل شوې. کاکا ښۀ پۀ نره د ګوند او اولس خدمت ته ٢٥ کالو پورې وکړه. پۀ هغه وخت د ګوند مشري کول د اوسپنې نينې چيچل وو. يو اړخ ته رياستي دباؤ ، قېد و بند اذيتونه، بندېزونه او بل اړخ ته پۀ دې کړکيچنو حالاتو کښې د ګوند او کارکنانو خدمت، لوے امتحان ؤ.

    دلته کارکنانو ته رسېدل، متحرک کېدل، نوي ملګري پېدا کول، جلسه جلوس کول يو مشکل کار ؤ. کاکا ښۀ پۀ نره د ګوند د کارکنانو او اولس خدمت (تاڼه، تحصيل، کورټ ، کچهرۍ، غم ښاډۍ، مرګ ژوبله، تپوس پوښتنه، مرسته ملګرتيا، جرګه مرکه) وکړه کوم چې د يو مثالي سياسي مشر خوبي وي.

    پۀ 25 کاله کښې څومره د الېکشن کمپين شوے دے د هغې لپاره ټرانسپورټ، جلسه، جلوس، پوسټر، بېنرز او پۀ تېره تېره د سياسي کېسونو پېروي او نورو چارو لپاره د اخراجاتو انتظام کاکا ته ګران شو. نو دې اخراجاتو پوره کولو لپاره کاکا د خپل پلار نيکۀ هډوکي جائيداد ورو ورو خرڅول شروع کړل چې پۀ ښۀ شان د خپل ګوند او اولس خدمت وکړي. د خپلې سپېځلې نظريې باچاخانۍ پۀ خاطر تقريباً ٢٨ جريبه زمکه نيکني جائيداد موضع مني شاه، جئي خرڅ کړو چې دهغې قيمت نن سبا پۀ کروړونو کښې دے.

    هرکله چې د جنرل ضياء مارشل لاء دور حکومت ختم شو او پۀ ملک کښې د انتخاباتو اعلان وشو نو د اتمانخېل قبائيلو مشرانو پۀ قومي سطح د صوبائي اسمبلۍ لپاره مقامي مشر محمد اکبر صېب اميدوار وټاکلو. او ورسره د ټولو اتمانخېلو قبائيلي مشرانو او اولس دا پرېکړه وکړه چې د تپه اتمانخېل قبائيلي اولس به صرف او صرف محمد اکبر صېب اميدوار سپورټ کوي. او چا هم پۀ اتمانخېل قبائيلي ورورولۍ کښې د دې پرېکړې خلاف ورزي وکړه نو د هغه سړي او د هغۀ د خاندان سره به د ټولې قبائيلي ورورولۍ سوشل بائيکاټ وي. د اتمانخېل قبائيلو ټاکل شوي اميدوار محمد اکبر صېب د شېرزمين خان کاکا خپل نزدې رشته دار، ګاونډي ا و خپل اوښے ؤ. خو کاکا کله د خپلې نظريې او ګوند سودا کولې شوه؟. کا کا د خپل قبائيلي رواياتو، برادري، رشته داري، بندېزونو او د سوشل بائيکاټ پروا ونۀ کړه او پۀ ډکه جرګه کښې اعلان وکړو چې زۀ د خپل ګوند ټاکل شوے اميدوار به سپورټ کوم. د دې دومره شخړو باوجود دے د خپل ګوند لپاره ئې عملي کمپېن پۀ ښۀ شان ترسره کړو. دا رنګ کردار لوبول پۀ يوه قبائيلي ټولنيز ژوند کښې مشکل نه ناممکنه وي. خو ولې کاکا د خپلې سپېځلې نظريې او د خپل ګوند سره د بې کچه مينې له وجې کلک لکه د غر ولاړ ؤ. کله چې د الېکشن ورځ راغله نو کاکا او د کاکا ټبر پۀ پوره تپه اتمانخېل درې يونين کونسلو کښې د ګوند پولنګ اېجنټان وو. بل يو د ګوند کارکن مجال هم نۀ شو کولے چې اېجنټي وکړي. هرکله چې پولنګ شروع شو نو د پولنګ پۀ مهال يو جعلي ووټ کاسټ کېدو نو کاکا د يو پولنګ اېجنټ پۀ حېث د ووټ پۀ کاسټ کولو اعتراض وکړو. نو پۀ ډيوټۍ معمور پولنګ افسر ماسټر صېب کاکا ته ووې چې کاکا ستاسو د ګوند لپاره هم يو څو بوګس ووټونه کاست کوو چې ستاسو پرې پوزيشن جوړ شي. کاکا هغه ماسټر صېب نۀ صرف منع کړو بلکې ورته ئې ووئيل چې ماسټر صېب د دې پولنګ سټېشن بلکې د پوره تپه اتمانخېل يو سي کوټ، يوسي سلۍ پټۍ، يو سي اګره نه چې صرف درې کاسټ شوي ووټونه د اے اېن پي راوځي کوم چې زما، زما د ټبر او زما د خور دي. نو هغه وخت به زما ګوند، زما نظريه وګټي او زما د خوشحالۍ به انتها نۀ وي، پۀ اتفاق سره تقريباً نتيجه هم څۀ داسې وه. شېرزمين خان کاکا پوره ژوند د سياسي ستړو، بې مثاله قربانو څخه ډک پروت دے. کاکا خپل پوره ژوند، سرمايه، مال جائيداد او هرڅه د خپلې سپېځلې نظريې باچاخانۍ د ګوند او اولسي دخدمت نه قربان کړل خو ولې هېڅ کله ئې هم پۀ خپله نظريه، مزدور دوستۍ او باچاخانۍ سودا ونۀ کړه. نن سبا شېرزمين خان کاکا د عمر پۀ اخري حصه کښې د ژوند شپې ورځې سبا کوي. هغه د زړۀ پۀ رنځ اخته دے او ډېر د غريبۍ ژوند تېروي. د کاکا پۀ څېر خلق د حقيقي جمهوري ګوند اصل اثاثه او اتلان وي. شېرزمين خان کاکا زمونږ نه هېڅ هم نۀ غواړي خو مونږ کارکنان د ګوند مشران دا خدائي خدمتګار خپل کړو او احترام ورکړو، او د دوي ستړې، قربانۍ، هلې ځلې او سياسي جدوجهد تل ياد وساتو ځکه چې د کاکا پۀ شان د مشرانو له وجې نن دا نظريه او ګوند ژوندے دے. بايد مونږ ځوان کهول له پکاردي چې د خپل عمل سره دې مشرانوته باور کړو چې د دوي دا مشن قومي مبارزه به مخ پۀ وړاندې بوځو.

  • “ويستې غوټه” – افتخار ساحل

    “ويستې غوټه” – افتخار ساحل

    د بازار پۀ څلور لاري کښې د خلکو د هجوم پۀ ګول دائره کښې بابو ګنډېرو والا څه پۀ زور زور سر ور ننه ويست. او د خلې نه ئې اوفففف اواز اوختو. د ګڼ شمېر وار خطا سړو پۀ مېنځ کښې ښېرو لکه د زخمي مرغۍ غوندې پړکېده…. د درد شدت د هغې د خلې نه بې واره زبېرګي ويستل…..هغې د ځان نه يوه خيرنه او بدبوداره کمبل تاو کړې وه. او د سر تور او سپين وېښته ئې پۀ مخ بې ترتيبه خوارۀ وارۀ پراته وو… خلکو پۀ خپلو کښې پسه پسه شروع کړل. اختري چڼې وال پۀ خندا خندا کښې ګڼې ته ووئيل”ځئ وروره! خپل خپل کارونه کوئ… لېونو له څۀ باور …… ټوله ورځ پۀ ډېرانونو ګرځي… څۀ نا څۀ ګن بلا به ئې ضرور خوړلي وي”اجي ګل تېل مالګې والا د اختري د خبرې پۀ اثبات کښې سر وخوځولو”ځئ وروڼو ځئ…..مېله خوره کړئ….”او خلک پۀ مزه مزه وکشېدل.

    خو بابو ګنډېرو والا پۀ خپل ځاے لکه د بوت غوندې ولاړ پاتې شو او د ښېرو پۀ درد کښې نور نور شدت راتلو.

    د ښېرو نه ګېر چاپېره يو څو سخا بدبودارې چيرړې، دوه درې تورې شاپرې او پۀ دې شاپرو کښې موجود د جوسو خالي ډبي او بې شمېره استعمال شوې پلاسټکي نچې د هغې د ژوند ټوله ټاله اثاثه وه. او د فټ پاتھ دا احاطه لکه د کور… خو چې کله نا کله به سم د ماښامه، پۀ اسمان د تورو تورو وريځو لړې راخورې شوې نو هغه شپۀ به ئې د مدوګي د لرګو ټال ته وړه.

    هغه يو کال مخکښې پۀ دې سټاپ چا د ټرک نه راکوزه کړې وه… د کور کلي، نوم او خاندان ئې هيچا ته څۀ معلومات نۀ وو. د بازار خلکو به ورته ښېرو ښېرو وې. روزانه به د بازار پۀ ټولو ډېرانونو بې مطلبه ګرځېده… کۀ چا زړۀ خوګي دوکاندار به څۀ ورکړل خو ټيک… ګنې چا نه ئې پۀ خپله هېڅ نۀ غوښتل… دا خو خلکو ته معلومه وه چې دا غټه تندرسته څلوېښت کلنه ښځه لېونۍ ده خو تر شپږو مياشتو، بابو ګنډېرو والا، اختري چڼې وال، او اجي ګل تېل مالګې والا هم نۀ وو خبر چې ګني ښېرو ګونګۍ هم ده…! د ټېکسيانو چرسيان ډرېوران، د کلي لوفران او د بازار څوکيداران به ترې هر وخت تاوېدل را تاوېدل. خو مجال شته کۀ څوک به ورنزدې شوي وے. چېړله به يې… کله کله به چې ډېره تنګه شوه نو کاڼي ته به ئې لاس کړو… او بيا به دا خلک مخکښې وو او ښېرو ورپسې….! چې کله به پۀ ډېرو منډو ستړې شوه او څوک به پۀ لاس ورنغلل نو د ډېره سوخته به ئې خپل تک سپين مخ پۀ دواړو لاسونو دومره ووهو چې تک سور به راووتو… بابو ګنډېرو والا به پۀ مزه مزه لکه د وړو دلاسه کړه او يو کپ چاے به ئې ورته د بازار پۀ څلور لاري کښې کېښوې… د روانو ګاډو د شيشو نه به چې ورته سړو، ښځو او وړو پۀ يو مخ کتل نو ډېر قار به ورتلو… او د اوښ پېخې به ئې ورته کولې… خو نن چې ښېرو د ډېر درد د شدت نه پۀ څلور لاري کښې لکه د زخمي مرغۍ پړکېده… نو د ټېکسيانو چرسيان ډرېوران، د کلي لوفران او د بازار څوکيداران پۀ دوربين کښې هم نه ښکارېدل. واحد بابو ګنډېرو والا ورسره ولاړ ؤ او پۀ درد ئې زهير ؤ.

    ښېرو هم هغسې پۀ خيرنه او بدبوداره کمبل کښې ځان رانغښتے ؤ… بې واره زبېرګي ئې کول… او مخ ئې يو خوا بل خوا اړولو را اړولو. بابو د خداے سپېڅلې نامه واخسته… ښېرو ئې پۀ غېږ کښې را اوچته کړه، او پۀ رکشه کښې ئې کښېنوله…..اوس د ښېرو پۀ درد کښې نور شدت هم راغے… تر اسپتاله به چې رکشه چرته پۀ برېکر يا جوغړي ورغله نو د ښېرو د خلې نه به داسې کريکه ووته تا به وې کۀ چا ورله يو تېرۀ خنجر د کولمو نه پورې راپورې وويستو.

    بابو ګنډېرو والا څه پۀ تکليف ښېرو د رکشې نه د يو څو خدمتګارو پۀ کومک د اسپتال پۀ سټرېچر واچوله… او د اېمرجنسي وارډ ته ئې ننه ويسته…

    .”ډاکټر صېب….ډاکټر صېب….!”

    د بابو پۀ وارخطا چغو ډاکټر نور مريضان پرېښول او د بابو پۀ اوږه ئې لاس کېښودو”تۀ لږه حوصله وکړه کاکا!خداے به خېر کړي… ښه !اوس وايه، څۀ مسئله ده بي بي ته؟ “ډاکټر پۀ سټرېچر باندې راغونډې شوې ښېرو ته مخ ورواړولو… او بيا ئې د بابو ګنډېرو والا د سر نه تر پښو جايزه پۀ يو سواليه نظر واخسته… بابو پۀ څپوټي د خپل مخ خولې اوچې کړې او ډاکټر ته ئې ډېر پۀ عاجزۍ ووې، “ډاکټر صېب!خداے شته کۀ خبر يم….خو پۀ دې غريبې د سحر نه دړدونه دي او……..او هن….اجي ګل او اختري وې چې کېدے شي څۀ ګند بلا ئې خوړلے وي…..”ډاکټر خوا کښې نرسې ته وکتل……..نرس را وړاندې شوه او چې د ښېرو نه ئې پۀ مزه غوندې کمبل کش کړه نو…نو د خلې نه ئې اوف اووتل…او ډاکټر ته ئې پۀ انګرېزۍ کښې … ډاکټر پوې شو”نرس! تۀ مريض فورن ګائني وارډ ته ورسوه… زۀ او ډاکټر رضيه در روان يو…پليز…. زر”ډاکټر سټرېچر پسې ګائني وارډ ته پۀ چاک چاک قدم روان شو او بابو ورپسې شا شاته اوازونه کول،”ډاکټر صېب….ډاکټر صېب……آخر څۀ چل دے پۀ ښېرو؟ نېک بختو ماته خو ووايئ کنه،”ډاکټر چې ګائني وارډ ته ننه وتو،نو بابو ته ئې پۀ شا مخ راواړولو.

    “کاکا!ستا د خېرہ څو بچي دي؟”

    “مال د خداے پينځۀ”

    بابو د ګوتو د بندونو پۀ شمار ووې.

    “نو بیا خو دې مبارک شه… شپږم دې کېدو والا دے”

    ډاکټر وارډ ته دننه شو… او بابو ته داسې محسوس شول لکه چې پۀ سر ئې د شين اسمان نه تندر راپرېوتے وي.