Author: Siddiq Nangyal

  • پرمختګ راځي نه، بلکې موجود وي -انور نګار

    پرمختګ راځي نه، بلکې موجود وي -انور نګار

     

    مونږ د پرمختګ، ترقۍ، اصطلاح پۀ امروزه ژوند کښې ډېره زیاته کاروو، ځکه چې دا عمل د ژوند د اړخ سره تړلے دے. پۀ انګريزۍ کښې د دې متبادل Development دے۔ پۀ کوم توري د ښۀ پوهېدو لپاره د هغه ټکي متضاد هم پېژندل اړين وي او داسې ئې مطلب ښۀ روڼ شي او ذهن ته پۀ اسانه پرېوځي. پۀ دې لړ کښې عرض دے چې Envelope د Develop پۀ ضد تورے دے. Envelope لفافې ته وائي يعنې يو شے بندول، تړل وغېره. نو د Development مطلب شو د کوم څيز پرانيستل، راسپړدل، څېړل وغېره.‌ اوس نو کۀ څوک غواړي چې زمونږ سيمه دې پرمختګ وکړي نو ياد ساتل پکار دي چې ترقي د بهر نه، نۀ راځي. بلکې دا د خپلو وسيلو پۀ کارولو، راسپړدلو سره راځي. پۀ دې د ځان پوهه کولو پۀ غرض څو مثالونه راوړو او هغه هم د خپلې جغرافيه او کلتور پۀ چوکاټ کښې، چې يو پلو پۀ ذهن کښې پۀ اسانه کښېني او بل خوا ورته د عملي کولو لپاره زمونږ پام راوګرځي. زمونږ (د‌ پښتنو) غټې خزانې اوبۀ، معدنيات، ځنګلونه، د سېلګرۍ ځايونه، لرغوني اثار وغېره دي، د کوم پکارولو سره چې مونږ پۀ معاشي توګه پۀ خپلو پښو ودرېدے شو‌ او پۀ پردو ښارونو او تودو‌ شګو کښې د مزدورۍ نه خلاصېدے شو۔ وړومبے ذکر د اوبو کوو، د کوم قيمت چې پۀ ځنې ملکونو کښې نزدې د تېلو تر حده دے. خو زمونږ پۀ سيمه ئې پرېواني ده. لکه د مثال پۀ توګه د پښتونخوا پۀ سيندونو د دوه نيم لکهه مېګاواټه نه هم د زياتې برېښنا جوړېدو يوه اندازه ده او د واپډا د جنېرېشن شعبې د يو چارواکي توصيف عالم تر مخه د پنځوس زره مېګاواټه سروې خو د وړاندې نه شوې ده. بل خوا زمونږ د صوبې د بجلۍ ټول ضرورت دوه ويشت، درې ويشت سوه او د ټول ملک څۀ دېرش، دوه دېرش زره مېګاواټه دے. اوس نو کۀ مونږ يواځې د اوبو د دې اړخ پۀ استعمال کښې بريالي شو نو د مياشتې پۀ حساب، پۀ اربونه ډالره برېښنا د نړۍ پۀ نورو ملکونو خرڅولے شو، خپل صنعت ته به مو پوره څليريشت ساعته بجلي راځي چې ورسره به بې روزګاري پۀ خپله راکمه شي. د پټرولو استعمال به هم کم شي او د ملکي دولت يوه غټه برخه به پۀ کور پاتې شي. د اوبو څښکلو اړخ ته وګورئ، مونږ خپل پاک سيندونه ګنده کړل او اوس دغه اوبۀ د ملټي نېشنل کمپنيو نه پۀ بوتلو کښې اخلو، يعنې اوبۀ مو خپلې دي، خو د پلاسټکي بوتلې پۀ دېرش، پنځوس، سل روپۍ وغېره اخلو. دا رنګه د سیندونو د سخا کولو سره مو د مهيانو پېداوار راکم شو او د سيمې پۀ قدرتي حسن مو بده اغېزه پرېوته. دلته دا خبره پۀ پام کښې نيول غواړي، چې د بجلۍ د پېداوار لپاره غټ بندونه اړين وي، د کوم پۀ لاره کښې چې د پټروليم زوروره مافیا خنډ دے او زمونږ واکمن پکښې پوره برخمن دي.

    بل مثال د کرومائټ، ګرېنائټ، نېپرائټ، مرمرو او يو شمېر نورو ارزښتناکو کاڼو هم دے۔ پۀ دې حواله پوهاند پروېش شاهين صېب وائي چې د نړۍ زياتره ځمکه کنستلې شوې او تشه کړې شوې ده، خو د پښتنو هېواد لا ډک پک پروت دے. لکه د مثال پۀ توګه د چين د ماهرينو د يوې سروې ترمخه فقط د‌ مومند ضلعې د زيارت کدان لږ تر لږه د يو نيم سل پورې پېداوار ورکولے شي او هغه هم هله چې کنستل ئې پۀ نوې ټکنالوژۍ سره پۀ ډېره زياته پېمانه وي. زمونږ د خاورې د قيمتي کاڼو د ارزښت مثالونه هم داسې دي، چې سړے ورته ګوته پۀ خلۀ شي. د جواهراتو د يو سوداګر ترمخه څۀ وخت وړاندې د ضلع مردان د کاټلنګ پۀ يو کدان کښې د کرمې ګوتې پۀ مقدار يو کاڼے (Topaz) موندلے شوے ؤ چې وړومبے پۀ دوه کروړه او بيا د نټ د لارې يو افغان جوهري د امريکا پۀ يو سوداګر پۀ اتۀ کروړه خرڅ کړو. اوس نو اندازه ولګوئ، چې زمونږ د خاورې خېټه د کومو کومو ملغلرو نه ډکه ده. خو وړومبے ئې راويستل زيار او اوزار غواړي، او کۀ څوک ئې لږ ډېر راوباسي نو هم ئې اولس ته ګټه د نشت برابر ده، ځکه چې دغه ټول عمل ( د ليز نه تر ټرانسپورټېشن) مقتدر قوتونه د خپلو اېجنټانو پۀ ذريعه کوي. عام وګړے د دې نه بې خبره او بې برخې ساتلے شي. ځکه خو رحمت شاه سايل صېب وئيلي دي…

    زما وطن د سرو او سپينو ډک دے

    زۀ مزدورۍ پسې بهر ګرځمه

    د پښتونخوا ځنګلونه هم د دې ځاے د ترقۍ يو بل ضمانت دے او دا د الله تعالی پۀ مونږ يو غټ نعمت دے. دا پۀ يو وخت کښې بلها ګټې لري، لکه پۀ خرڅولو ئې نغدې روپۍ راځي، غرونه پرې ښکلي وي او داسې سېلګر ځان ته راکاږي، د باران سبب جوړېږي، ځمکه د نړېدو نه بچ ساتي، د ماحول نه خېچنوالے ختموي، ځناورو او مرغو ته د اوسېدو ټاټوبي برابروي، د غذايي زنځير ذریعه ده او داسې نورې ګټې. اوس نو زمونږ سره ستونزه دا ده چې ونې پريکوو، خو د نورو د کرلو او خصمانې فکر مو نشته. او کومې چې پريکولے شي، نو پۀ غېر قانوني توګه سمګل کولې شي، داسې زياتره ګټه ئې د ځنګلونو د محکمې او نور انتظامي افسران خپلو کښې وېشي. پۀ دې اړه کۀ يو خوا د غلا مخه نيول دي، نو بل پلو د اولس د مرستې نه پرته د ونو بوټو بقا ډېره ګرانه ده. کۀ څوک پۀ دې اړه زمونږ غفلت معلومول غواړي، نو د ظهيرالدین بابر د تزک بابري متعلقه برخه دې ولولي چې دا سيمه د نن نه پېنځۀ سوه کاله اګاهو پۀ ونو او ځنګلي ځناورو څومره شتمنه وه.

    زمونږ سره د سېلګرۍ ځايونه د دې سیمې د پرمختګ او اقتصادي خوشحالۍ يوه اهمه ذريعه ده، خو د دې نه د پوره ګټو پورته کولو لپاره امن ته اړتيا ده، کومه چې د رياست ذمه واري ده. ترڅنګ ئې د اولس پۀ ذمه وارو کښې د مېلمنو سره مهذبه او د انصاف رويه، د ماحول پاکي وغېره دي.د صحافي بلال غوري د يو ليک تر مخه پۀ سوئټزرلېنډ کښې فقط د غرونو شپږ وړې غونډۍ دي او هغوي پرې د سېلګرۍ پۀ مد کښې اربونو کهربونه ډالره ګټي او زمونږ پۀ صوبه کښې د دغې څو چنده لوړې دېرش د غرونو څوکې دي خو ګټه مو ترې تش پۀ نوم ده.

    د هندوستان ښکلې ودانۍ تاج محل ته فقط پۀ کال دوه زره اووم کښې څۀ اتيا لکهه سېلګري راغلي وو، نو اندازه ولګوئ چې دوي به دغلته څومره دولت پرېښے وي. د سېلګرۍ پۀ حواله زمونږ د صوبې او ملک لرغوني اثار هم يوه بېش قيمته پنګه ده او هغه داسې چې دلته د يادو تهذيبونو لکه ګندهارا، پشکلاوتي او يو شمېر مذهبونو لکه بدهـ مت، سيکھ مذهب، هندوازم وغيره اثار او مقدس مقامات شته چې د ټولې نړۍ نه د ذکر فکرونو پېروکار، مينه وال او څېړنکار راښکلے شي، خو د دې لپاره به د امنيت وضع برابرول وي. پۀ دی اړه د نيپال مثال زمونږ مخې ته دے چې د بدھ مت ټول اثار ئې خوندي دي او اقتصاد ئې پرې ولاړ دے. بل خوا طالبانو پۀ خپل تېر دور کښې د باميان مجسمې پۀ بارودو والوځولې او هېواد ئې د يوې ارزښتناکې پانګې نه محرومه کړو.

    د يوې سېمې پۀ پرمختګ کښې د هغه ځاے تجارتي لارې هم اهم کردار لوبوي. د ډان اخبار د يو مضمون تر مخه د افغانستان سره پۀ ډيورنډ لائن درې سوه او شپږ دېرش کنډاوونه ( Crossing Points ) دي او داسې پۀ کښې يو شمېر غټې لارې لکه ګوسړۍ ضلع مومند، نواپاس، غاښي پاس، لېټۍ پاس ضلع باجوړ، غلام خان وزيرستان وغېره دي د کوم پۀ پرانستلو چې د دې ځای د اولس تقدير بدلېدے شي، خو لۀ بده مرغه د دې ځاے پۀ اولس د الله تعالی دا غټ نعمت د بې منطقه سیاست ښکار دے.

    د خپلو وسيلو سم پکارولو لپاره د نېدرلېنډ دا مثال پوره دے، کوم چې د ګلونو د دولس سوه نه واخله تر پنېځلس سوه پورې قسمونه ټوکوي او اربونه ډالرې پرې ګټي. هم دا رنګه هالېنډ، اېکوډار، کولمبيا، کېنيا وغېره هم د ګلونو پۀ برامد (بهر ته پۀ استولو) يوه غټه سرمايه تر لاسه کوي.

    د دې ټول بحث نچوړ دا راوځي چې کۀ مونږ پرمختګ کول غواړو نو خپلې وسيلې به پۀ کار راولو، ځکه چې ترقي د بهر نه، نۀ راځي، دا هر چرته موجود وي خو راسپړدل غواړي. خالق کائنات پۀ نعمتونو کښې د هر چا برخه کړې ده، خو د هغې راسپړدل او سم کارول پۀ مخلوق پورې اړه لري.

  • پۀ پښتو کښې لیک ولې ضروري دے؟ – سمیع الدین ارمان

    پۀ پښتو کښې لیک ولې ضروري دے؟ – سمیع الدین ارمان

    پۀ پښتو کښې لیک ولې ضروري دے؟

    زمونږ ډېر ملګري دا ضد کوي چې پښتانۀ لیکوالان دې پۀ جهاني ژبو لیکل وکړي د دې فایده به دا وي چې د پښتنو مقدمه به عالمي قوتونو او دې ساحه کښې موجود منصفینو ته وورسي او دا رنګ به د پښتنو سیاق/مظلومتیا/ښکېلاک څرګند شي او د دوي د حقوقو وکالت به پۀ نړیواله سطحه وشي. دا سوچ پۀ اخلاص مبني دے او د نن د نړۍ حقیقت هم دا دے چې هېڅ یوه ټولنه مطلق خودمختاره شتون نۀ لري بلکې د خودمختارۍ لپاره خطي/قامي/بېن الاقوامي اړیکې او engagements یو ضروري عنصر دے! خو دا غوښتنه دومره ساده هم نۀ ده او د دې پۀ تاکید او غېرمتوازن ضد کښې څۀ بدیهي زیانونه هم نتیجه ګرځي!

    سر ولیم جونز لیکلي دي چې د کشمیریانو نه بغېر د سنسکرت غوندې قدیم ژبه کښې د هند او هنود باقاعده تاریخ نۀ و! د نوابادیاتي نظام فکر د واکدارانو لپاره دا یوه ستونزه نۀ بلکې نعمت وګرځېد او مغرب د مشرق یو خودساخته تشکیل وکړو! د دوي د شفوي ادب او فولکلور نه ئې د دوي یو خودساخته دروغژن تشخص دوي ته ور پۀ غاړه کړو او پۀ دوي کښې چې کوم قدرې خوانده ټولګے ؤ هغه هم د دې تشخص پۀ منلو مجبور شو!

    د هندوستان د وېش نه وړاندې او دې خطه کښې د پېرنګي د راتګ نه وړاندې دلته تاکید پۀ مشترکاتو او انجذاب ولاړ ؤ او د تکثیریت او قبولیت یو انساني امتزاج موجود ؤ. هندو مقتدره به د جماتونو او مسلمان مقتدره به د مندرونو انتظام انصرام د اوقافو نه پۀ دولتي کچ ادا کولو! نوابادیاتو دا نظام فکر اپوټه کړو! د اشتراک پۀ ځاے افتراق، د انجذاب پۀ ځاے بېلتون او د قبولیت پۀ ځاے ئې رد رامېنځ ته کړل! لرې به نۀ ځو د دې مقدمې لپاره به د مولانا ابوالکلام ازاد، کانګرس او حضرت مدني سوانح وګورو او موجوده وخت کښې کۀ د ډاکټر تارا چند او د جواهرلال نهرو پوهنتون د تاریخ د څانګې معتبره استاذه رومېلا تاپر ولولو نو دا ټوله منظرنامه به بېخي څرګنده شي. پۀ پېړیو پېړیو پۀ مشرق د مغرب حکومتونو کښې ترټولو غټ کردار استشراق ادا کړے دے.

    د نړۍ د سرمایه دارانه اسټېبلشمنټ لېنګوېچ انجنئيرنګ د مشرق د متعدد خطو شناختونه/پېزنګلوۍ بېخي مسخ کړی دي. نزدې ماضي کښې د وزیرستان پۀ خاوره پېرنګیو او ورستو مذهبي ټېکداران د خپل مخ نوکارې کولو پۀ ګناه څومره ککړ شو؟ د پېرنګي او وهابي استعمار/امپراتوریو د پکارونې نه وړاندې د وزیرستان انځور څۀ و او وروستو څۀ دے؟ جنګي ترانې او پۀ مقامي ژبه کښې د “هیروازم” او مرګ پرسته عناصرو د لېنګوېج انجئيرنګ پۀ زور پۀ خپله خاوره کومې کانې ونکړې؟؟ د غریزې پښتو/پښتنو پۀ تېر پنځوس کاله کښې چې کوم مرګ پرسته جنګي ادب زېږېدلے دے دا خودبخود پۀ خپله زیږېدلے دے؟ د غېرت او بادرۍ پۀ نوم د پښتونولۍ پکارونې له ادبي هوا چا ورکړې ده؟ دا د تحقیق یو غوښتلے مېدان دے او پۀ پښتنو محقیقینو قرض دے چې د دې عوامل او متحرکات پۀ ګوته کړي.

    د مشرق د مغربي تشکیل پۀ ساحه کښې، چې تر ننه متحرک دوام لري تر ټولو لوے لاس د مشرقي خلقو د ژبو سره د غوښتلې وفا نه لاس پۀ نامه کېدل وو!

    د نن د ادبی نړۍ “مېن سټریم” کښې هم مرکز مغرب دے او انګرېزي ته مرکزیت ترلاسه دے. د یادې مقدمې چې محکوم قامونه او محکومې ژبې دې مېن سټریم ته رانیزدو کېدو لپاره خپله مدعا پۀ انګرېزي وړاندې کړي نو د دې به ورته فایده وشي! دې مقدمې د مابعد نوابادیات/پس نوابادیاتي ډسکورس هم پۀ انګرېزي ژبه کښې وزېږولو خو تر ننه د دې مرکزي فایده پۀ سیاسی او لساني ساحو کښې انګرېزۍ واغسته! او سره د اعترافونو او جایزو ګټلو دغه ټولګے بیا هم پۀ مرکز کښې بامعني او عملي شتون نۀ لري! د دې یو بل تاوان هم پروفېسر ډاکټر نیرعباس ناصر پۀ خپله یو مقاله “مغربی تعقل او مشرقی تخییل” کښې پۀ ګوته کړے دے چې د یادې مقدمې وکیلان/لیکوالان پۀ یو وخت دوه تاوانه کوي یو دا چې پۀ مغربي ساحه کښې د مرکزیت نه محروم وي او بل د خپل مورني ادب نه هم پۀ غټه فاصله وي! د ثقافتي شناخت پۀ دایم ساتلو کښې تر ټولو لوے لاس د ژبې وي او د ژبې پۀ وسعت/پراخۍ کښې وي د ژبې سره وفا کښې وي او د ژبې د حقوق پوره کولو ذمه وارۍ کښې وي. او دا ذمه واري اوله غوښتنه ده د نورو سره سیالي یا د نورو پۀ کور کښې خپل وکالت دوېمه ذمه واری ده. کۀ دا ترتیب اپوټه کیږي نو ګټه به ئې بل ته رسېږي.

    تاسو وګورئ یو خالد حسېنی راواخلئ؛ پۀ انګرېزي کښې د پښتنو او افغانستان پۀ حقله ناولونه لیکي، پۀ میلینونو نسخې ئې خرڅېږي! یورپ او مغرب د دې لیکوال د یو قدرتي شجرې او انسلاک نه خپله بیانیه زېږوي او خوانده ټولګي ګڼي چې دا د پښتون مقدمه پۀ نړیواله سطحه پېش کیږي! خالد حسیني پۀ کښې پۀ خپله هم خوشاله دے چې پۀ سرو سپینو کښې لوبې کوي! هغۀ ته د شناخت بحران یوه موقع پۀ لاس ورکړې ده او هغه ئې د لوبولو کمال مهارت لري! د هغۀ پښتون نسلي شجره نن د چا پۀ ګټه ده او د چا پۀ تاوان ده؟ د هغۀ ناولونو کښې سطحي رومان/قبایلي تعصب/مصنوعي جهالت/راتپلے شوے جنګ/پښتون غرور ته یو فطری اساس وربخښلي کېږي حال دا چې دا ټول عناصر د دې ټولنې جزوي برخې هم نۀ دي! د سېکس، نکاح، وادۀ او تجارت پۀ لړ کښې هغه د پښتون ټولنې اکا دکا واقعاتو ته یو عمومیت ورکوي! زۀ دا نۀ وایم چې دا جهالتونه پۀ دې ټولنه کښې نشته، ولې نشته خو د دې عوامل هغه نۀ دي کوم چې ماتن پۀ دغه متن کښې راښایي! او نړۍ ئې پۀ پټو سترګو قبلوي. پښتون لیکوال تېر پنځوس کاله کښې پۀ خپل کور کښې برپا شوي قیامت باندې بېشانه لیک/تخلیق/تاریخ/ارټ/سیاست پۀ خپله ژبه کښې محفوظ کړے دے، هغه پېرنګے چې دلته د حکومت کولو لپاره به ئې پښتو زده کوله او پۀ پښتو به ئې تحقیقات کول، کتابونه به ئې خپرول، اوس چرته دے؟ اوس د دوي مقدمې لپاره د دوي ژبه او ژبنیزه ذخیره ثانوي او غېرضروري ولې شوه؟؟؟

    هغه پښتانۀ چې انګرېزي ادبیاتو کښې تحقیقات کوي باندې دا علمي او اخلاقي فرض دے چې د پښتون مقدمه کښې د پښتو متن (تقریر،تحریر، اورل هسټري) خپل سبجېکټ وګرځوي! دا د تحقیق د دیانت تقاضا هم ده او د دوي قامي فریضه هم ده. یوې د انګرېزي پروفېسرې پۀ افغانستان کښې پۀ “پوسټ وار ټراما/ د جنګ نه پس راپېښه المیه/صدمه” د پی اېچ ډي خاکه ترتیبوله، زما نامه چا ورکړه او تر ما راغله، زۀ ورته بېشانه خوشاله شوم، ورځ شپه مو یو کړله کېښناستو او خاکه مو تیاره کړه، زما رايه دا وه چې منتخب پښتو ناولونو یا اخباراتو او ډایرییانو نه به سبجکټ راواخلو او خپله مقدمه به پرې وتړو! دې لړ کښې راسره د نوبل انعام ګتونکے لیکوالې سویتلانا الکسوچ زیار او کتابونو یو د precedent شهادت هم کولو، ناولونه مو هم منتخب کړل او خاکه مو تحریر ته راوسته! ممتحنینو پۀ دې رد کړه چې تۀ خو انګرېزي ادب کښې دکتوره کوې نو پښتو متن نۀ شې راغستلئ! خالد حسېني راواخله! یا دهغۀ د قبیل څوک نور څوک!!

    زۀ دا ګنم چې زمونږ وطن کښې دا جواز د رد لپاره کافي ؤ او څۀ دې لړ کښې نور ډېر محرکات هم شامل وو خو کۀ پرمختللې هېوادونو او معتبره خودمختاره تحقیقي ادارو کښې داسې خاکه وړاندې شي نو رد کېدل خو څۀ چې د امتیاز لامل به ګرځي.

    د انګرېزي مرکزیت منونکیو غټ احسان به دا وي چې د دې ژبې د نماینده لیکوال/لیک وکالت وکړي. د هغه لیک/لیکوال نه کوم چې تش پۀ نوم او یا باے چانس د شجرې پۀ نعمت د دوي نماینده ګڼل کېږي.

    ژبې او قامونه پۀ زرګونو کاله ژوند لري او دې لړ کښې پۀ ژبو پۀ لسیزو لسیزو لاندے باندے راځي. د ژبې د مرکزیت د خپلولو لپاره کل وقتي او اوږدمهاله پالیسي بېخي ضروري وي، کۀ د دې نه غفلت یا سرغړاوے وشي نو د شناخت بحران او د شتون ملکیت د لاسه ووځي.

  • اداريه

    اداريه

     

    چې يوازې يو شے وران ؤ نو مونږ به څۀ نۀ وئيل، چې يو شے خراب ؤ نو مونږ به ځان ناغرضه کړے ؤ، چې يو شے مخ پۀ ښکته ؤ نو مونږ به وئيل چې ځه خېر دے، چې لږ هم چرته د امېد بڅرے پۀ نظر راتلو نو مونږ به غږ نۀ کولو، چې لږ هم يو کار پۀ سم اړخ روان ؤ نو مونږ به هيله لرله چې ځه خېر به شي! خو لۀ بده مرغه پۀ ټول ملک کښې د حکومت لۀ خوا هر ګام او کار بې لارې او بېکاره دے. کۀ د ګرانۍ خبره شروع کوو نو معاشي نظام او نااهلي مو ځان ته راښکي، کۀ د بهرني چارو پۀ لړ کښې ناکامۍ شمېرو نو د ملک سياسي حالات راته مخې ته کېږي، کۀ سياسي نااهلي ئې ژاړو نو معاشي تېروتنو ئې ملک تالا ترغه کړو، کۀ پۀ سفارتي توګه ئې اړيکو ته ګورو نو امريکه خفه ده او زمونږ وزيراعظم صېب لا اوس هم د جوبائيډن د ټيليفون پۀ انتظار ناست دے، کۀ يو خوا امريکه خفه ده نو بلخوا چين د سي پېک پۀ سر خفه ناست دے، ائيني ذمه وارۍ خو لرې خبره ده، پارلېمنټ بېخي مفلوج دے، يو قانون ئې تراوسه پۀ اتفاق رايه سره پاس نۀ کړے شو، ټول ملک پۀ ارډيننسونو روان دے، د اپوزيشن سره صلاح مشوره يو طرف ته، پۀ هغوي ئې د الزامونو بازار لا اوس هم ګرم دے، کۀ د وژن افسانوي او لوې لوې قيصې ئې يادوو نو اوس ئې د جادو، منتر او دمونو قيصو ته هم حېران يو. غرض دا چې د پاکستان تحريک انصاف يو اړخ هم داسې نشته چې سړے پرې د اطمينان اظهار وکړي. موجوده حکومت چې څومره پۀ خرش پرش او اوچتو دعوو راغلے ؤ، چې څومره زياتې دعوې ئې کړې وې، چې پۀ مخالفينو ئې څومره زيات الزامونه لګولي وو، چې څومره زياته ئې د بدلون هنګامه جوړه کړې وه او چې څومره زيات ئې د ملکي حالاتو سمولو پۀ يو نېب چغې سورې جوړې کړې وې، هم پۀ هغه ډول ئې حکومت نااهله، وزيران نامراده، مشيران نالائقه او هم پۀ هغه رفتار د ناکامۍ سره مخ دے. ځکه نن پۀ ملک کښې د هر څيز پايه پۀ وروستو چورلي او صرف يو شے دے چې هغه لکه د دېو پۀ چينګو سپږمو پۀ بره روان دے او هغه د دې ملک د تباهۍ سفر دے. کۀ پۀ ملک کښې راغلې ګرانۍ تو ګورو نو عقل ئې منلو ته تيار نۀ دے او دا مونږ نه بلکې راپورونه او سروے ګانې وائي چې پاکستان د نړۍ پۀ مخ څلورم نمبر تر ټولو زيات ګران ملک دے، بلخوا نۀ پوهېږو چې کومه ګناه دې غريب اولس کړې ده چې د کرايه د خزانې مشير وائي چې پاکستان د نړۍ تر ټولو ارزان ملک دے، يعنې خپلې کوتاهۍ، غلطۍ او نالائقۍ منلو ته هم تيار نۀ دي. بل رپورټ وائي چې پۀ ملک کښې د ګرانۍ اويا کلن رېکارډ مات شو يعنې نن چې پۀ ملک کښې کومه ګراني ده او هر شے د اور پۀ بيعه دے نو داسې حالات پۀ تېر څلور اويا کاله کښې دې ملک او د دې اولس نۀ دي ليدلي. او ولې به داسې نۀ وي چې د ډالر پۀ ځمکه د راکوزولو دعوېدارو پۀ حکومت کښې ډالر پۀ اول ځل د ملک پۀ تاريخ کښې 176 روپۍ ته ټوپ وهلے دے، سرۀ زره توله يو لاکهـ او دوه دېرش زره ته رسېدلي دي، تېل پۀ 140 روپے يو لېټر او هره ورځ د غريب اولس پۀ سر د لا ګرانېدو وېره سوره وي. چې دا حکومت راتلو نو چيني پۀ شپېتۀ روپی کېلو وو، اوس پۀ شپږ شلې دي، د اوړو څلور دړيزه تروړه پۀ نهه سوه وه، اوس پۀ ديارلس نيم سوه ده، شپاړس کېلو د کور د استعمال ګېس سلېنډر به پۀ پنځلس يا شپاړس سوه ؤ، اوس پۀ درې زره دے، د غوړو دړيز ټيمګے پۀ اتۀ يا نهه سوه ؤ، اوس پۀ شپاړس، اوولس سوه دے. دغه شان چرګ، دال، وريژې، دوايانې، سټېشنري، کاغذ، سياهي او نومې شے يو پۀ دوه ګران شوے دے. کۀ يو خوا د ګرانۍ لۀ وجې د اولس بد حال دے او هر سړے پۀ لړزان دے نو بلخوا حکومتي واکمنان تش پۀ لاپو ساعت تېرے کوي. چې پۀ يو ملک سخت وخت راشي او حکومت او حکومت کښې ناست خلک ئې لږ هم عقل او سوچ لري نو د اپوزيشن سره کښېني، صلاح مشوره وکړي، د هغوي د تجربو نه فائده واخلي او پۀ حالاتو د قابو راوستلو لپاره هلې ځلې وکړي. خو دلته لۀ بده مرغه داسې ښکاري چې لۀ سره هډو حکومت شته نه. ګنې نو تراوسه به ناست وو، خو هغوي پۀ خپل ترنګ کښې مست دي او چې تپوس ترې کوې نو يا خو وائي چې ګراني د اپوزيشن ملنډه او پروپېګنډه ده او يا لنډ دا ووائي چې دا ټول حالات د تېرو حکومتونو د لاسه دي. سړے حېران شي چې د دې خلقو پۀ حکومت کښې دا څلورم کال دے او اوس هم ټوله پړه پۀ تېرو حکومتونو وراچوي. لنډه او اصل خبره دا ده چې داسې خبرې نااهله او نالائقه خلق کوي، ګنې پۀ ملک او اولس مئين خلک نۀ صرف خپلې کوتاهۍ مني بلکې د ملک او عوام لپاره هر چا سره غاړه هم اوړي. داسې خو ملک څۀ چې يو ټاؤن هم نۀ چلېږي چې يو تن پۀ کښې هر څۀ پۀ خپله خوښه کوي او کۀ بل څوک څۀ وائي نو يا خو د غدارۍ فتوې وي او يا ئې د غلا او کرپشن پۀ بې بنياده تورونو توروي او د چپ کولو کوشش ئې کوي. تر دې دمه د کپتان د حکومت ارادې د اولس د خدمت نۀ ښکاري بلکې داسې ښکاري چې د خلقو نه څۀ بدل اخلي. د عوام خدمت تش پۀ دعوو او پۀ مخالفينو د تورونو لګولو سره نۀ کېږي، تش پۀ دې ملک نۀ چلېږي چې تېر حکومتونه غلۀ وو، تش پۀ دې نۀ کېږي چې صرف زۀ صادق او امين يم او نور ټول کرپټ وو. يو خوا کۀ دا بدرنګي ده نو بلخوا د اولس دوکه کولو بلکې د اولس پۀ غړېدلو سترګو لاس ږدلو لپاره هره حربه استعمالوي؛ لکه پۀ خپله د وزيرانو او مشيرانو د کنډک سره عمرې له ځي خو چې کله به نواز شريف يا بل حکمران تللو نو ملک به ئې پۀ سر اخستے ؤ چې د قام او ملک سرکاري پېسو باندې شاه خرچۍ کوي. مخکښې به ئې د نورو ملکونو نه قرض پېسې اخستلو ته “خيرماري” او “سوال کول” وئيل او اوس چې خپله هم هغه کار کوي نو نامه ئې ورله د “پېکج” ورکړې ده. وئيل به ئې چې کچکول به ماتوم خو وخت وليدل چې پۀ کچکول کښې ئې د قرضې نوي او زاړۀ ټول رېکارډونه مات کړل. وئيل به ئې چې خودکشي به وکړم خو ائي اېم اېف ته به لاړ نۀ شم خو وخت وليدل چې ائي اېم اېف له داسې لاړو چې پۀ نخرو نخرو او ځکه نن پۀ ملک کښې هره ورځ بجلي ګرانېږي، تېل ګرانېږي او د خوراک شيان ګرانېږي. ملک د عوام دے، حکومت د پي ټي ائي دے خو نرخونه د ائي اېم اېف پۀ خوښه او شرطونو تړلے کېږي. ملک داسې نۀ چلېږي، پۀ جمهوري ملک کښې يوازې حکومت نۀ وي بلکې اپوزيشن هم وي او چې څنګه د حکومت رول مهم دے نو هم دغه شان د اپوزيشن رول هم مهم وي. کۀ يو جهموري سېسټم کښې پۀ يو ملک کښې پۀ اپوزيشن بندېزونه ولګي نو حکومت بې مهاره شي او پۀ پاليسيو ئې د نظر لرلو څوک پاتې نۀ شي او عقوبت دا چې حکومت ناکامه او او اولس غرق شي، لکه څنګه چې نن سبا د دې ملک حالات دي. سياسي ګوندونه منو چې يو بل سره اختلاف لري، د رايه اختلاف د جمهوريت ښکلا ده. د انتخاباتو دوران د مخالف ګوندونو مشران يو بل پسې خبرې هم کوي، پۀ يو بل تنقيدونه هم کوي خو کله چې ټاکنې ترسره شي او يو جماعت اکثريت سره بريالے شي او حکومت جوړ کړي نو بيا حکومتي جماعت او اپوزيشن ګوندونه خپلې خبرې هېرې کړي او خپل خپل متعلقه ائيني کار ترسره کولو ته ملا وټري. دلته لۀ بده مرغه، پي ټي ائي د عمران خان پۀ مشرۍ کښې چي څنګه سوچ، اپروچ او ذهن پۀ حکومت کښې راتلو نه مخکښې لرلو نو هم هغه شان سلوک ئې نن هم دے. سياست خو د خبرو، وئيلو، اورولو او اورېدلو هنر دے، سياست خو د زغم نامه ده، د برداشت دوېم نوم دے خو څۀ وکړو چې پي ټي ائي او عمران خان د سياست د دنيا دغه روايات بدلول غواړي او هر څۀ ته ئې تيلے ورته کړے دے. د نورو پۀ بدنامولو او د ځان پۀ نېک او پارسا ثابتولو کښې ئې د ملک معيشت برباد کړو. مخکښې به ئې د وژن خبره کوله خو اوس خبره دمونو، تعويذونو او کوډو منترو ته راغلې دي. د کپتان د اناپرستۍ يا عقيدوي ضعف لۀ وجې نن د ملک د اهمو سرکاري او حکومتي عهدو خبرې پۀ لارو او چوکونو کښې کېږي. کۀ صرف معاشي بحران او بدحالي وه نو بيا به هم يوه خبره وه خو لۀ بده مرغه ورسره پۀ فارن فرنټ هم ناکامه دے، کۀ دوست ملکونه ئې د پاليسيو لۀ وجې خفه دي نو امريکې پۀ شان مطلب پرست ترې هم وېزاره دي. مختصر دا چې پۀ ټول حکومت کښې داسې يو سنګل وزارت هم نشته چې کارکاردګي ئې مثالي څۀ چې د مېنځومانه درجې هم وي. د ناکاميو داستان ئې نور هم اوږد دے خو د کار پۀ دې خبره به ئې راټول کړو چې بايد اوس داسې موقع پرست خلق راوستلو نه راوستونکي سبق واخلي ځکه چې نقصان ئې ملک او غريب عوام ته رسي.

    شهزره

    قامي شعور، قامي سياست، قامي ګټه

    پۀ دې کښې اوس هېڅ شک و شبه نشته چې نننۍ نړۍ د سياست نړۍ ده او د قامونو پرمختګ پۀ سياست کښې پټ دے. مونږ چې پۀ کومه خطه کښې ژوند کوو دلته سياست او جمهوري نظام د نورې پرمختللې نړۍ پۀ مقابله کښې لږ وروستو رارسېدلے دے. کۀ د پرمختللي هېوادونو ترقۍ ته ګورو نو بس دغه يو راز دے چې پۀ سياسي توګه مستحکم پاتې شوي دي. زمونږ خطه کښې د بهرني ښکېلاکونو لۀ وجې د رايه د اظهار اجازت مونږ ته وروستو ترلاسه شوے دے او هم دا وجه ده چې مونږ د بېش قيمته وسيلو باوجود نن پۀ يويشتمه پېړۍ کښې هم د يو شمېر مسئلو او ستونزو ښکار يو. خو خوشبختي مو دا ده چې د پېرنګي پۀ شان زورور ښکېلاکګر باوجود زمونږ د پښتنو سياست د دې سيمې د نورو قامونو پۀ مقابله کښې زيات پوخ، نظرياتي او اصولي دے. او د دې يوازينۍ وجه فخر افغان باچاخان دے. باچاخان هغه لوے او قداور شخصيت دے چې خپل پښتون قام ئې پۀ سياست اموخته کړے هم دے، پۀ سياست ئې پوهه کړے هم دے او د سياست لار ئې ورته هم ښودلې ده. باچاخان هغه دروند او منلے شخصيت دے چې نړۍ ته ئې ښودلې ده چې پښتانۀ نۀ يوازې سوچ او عقل لري بلکې پۀ سياست کولو هم پوهېږي. باچاخان د پښتنو هغه قامي اتل دے چې نړۍ ته ئې وښودل چې پښتانۀ د زور باوجود د سياست او مکالمې پۀ قوت يقين لري او نړۍ ته ئې وښودل چې کله دوي له موقع ورکړې شي نو بيا د نيمې نړۍ واکمن شين سترګے پېرنګے هم ورته تن نۀ ږدي. کۀ څوک ئې مني او کۀ نه خو د برصغير نه د پېرنګي پۀ ويستلو کښې د باچاخان او د هغۀ د خدائي خدمتګار تحريک کردار لکه د نمر روښانه دے. دا هر څۀ باچاخان د خپلو ملګرو او قامي سياست پۀ زور کړي دي او د ازادۍ ترلاسه کولو سره سره ئې پښتنو ته دا سبق ورکړے دے چې ستاسو د مسئلو حل صرف او صرف پۀ قامي سياست کښې دے. دغه شان بيا رهبر تحريک خان عبدالولي خان او ملي مشر اسفنديار ولي خان پۀ ملک کښې د خپل قام د حقونو د جنګ سره سره خپلې سياسي او ائيني ذمه وارۍ داسې پۀ بې مثله طريقه پورې کړي چې کۀ ائين ئې ملک له جوړ کړے نو ورسره ئې پۀ سياست کښې اصول هم متعارف کړي دي او هم د دې قامي سياست پۀ زور او د باچاخان او ولي خان پۀ لار ملي مشر اسفنديار ولي خان د خپل نيکۀ، پلار او خدائي خدمتګارو خوب پوره کوي او د صوبې نامې سره سره صوبې له اختيار هم راوړي. دا هر څۀ صرف پۀ قامي سياست شوي دي. نن هم حالات د قامي سياست متقاضي دي. ملک کښې د ګرانۍ لۀ وجې غريب سړے پوزې له راغلے دے، د اوبو، ګېس او تېل د بېش بها زېرمو باوجود نن زمونږ د صوبې اولس د بجلۍ د نشتوالي، د بجلۍ لۀ وجې د صنعتونو د بندېدو او پۀ ګران نرخ د ګېس پۀ اخستلو مجبوره دي. ولې، ځکه چې موجوده صوبائي حکومت د خپل حق تپوس نۀ شي کولے. نن هر ګوند د خپلې فائدې او ګټې لپاره پۀ مېدان موجود دے، څوک د اشارو پۀ طمع کښې ناست دي او څوک د حکومت پۀ لالچ کښې د چا پۀ اشاره کښېنې او پاڅي. پۀ دې حالاتو کښې صرف او صرف عوامي نېشنل ګوند يو داسې ګوند دے چې هره نعره، هره چغه او هر احتجاج ئې د خپل قام لپاره دے. نن کۀ کوم ګوند د ګرانۍ خلاف وړومبے احتجاج شروع کړے دے نو هغه عوامي نېشنل ګوند دے، نن کۀ پۀ ټوله صوبه کښې پۀ هر تحصيل کښې کوم ګوند د حکومتي نااهلۍ او ګرانۍ خلاف چغه پورته کړې ده نو هغه صرف عوامي نېشنل ګوند دے. نن کۀ د حکومتي ظلم خلاف د کوم ګوند مشران او کارکنان پۀ مېدان ولاړ دي نو هغه صرف عوامي نېشنل ګوند دے. ولې، ځکه چې دا ګوند قامي سياست کوي، د خپل قام سياست کوي او د خپل قام لپاره ئې کوي. ولې پۀ مېدان دے، ځکه چې غلۀ نۀ دي، ګنې د نېب لۀ وجې پۀ دي ملک کښې څوک راوځي نه. خو د دوي لمنې سپينې دي، داغ پرې نشته، ځکه د حکومتي پاليسيو خلاف لکه سپين باز پۀ مېدان ولاړ دي. اولس له به هم سوچ کول پکار وي، سترګې به ورله پرانستل پکار وي، خپل پردے به ورله پېژندل پکار وي، دا به ورله کتل پکار وي چې څوک د دوي د ګټې خبره کوي څوک ئې د تاوان، څوک ئې خپل خلق دي او څوک ئې هسې پۀ خلۀ خپل دي. مونږ له به دې حالاتو ته پۀ وازو سترګو کتل وي، د شعور پۀ پېمانه به حالات تلل وي، قام ته به کتل وي، قام لپاره به ګام اوچتول وي او قام سره به تلل وي.

  • ژبه او د ژبې لرغونتيا

    ژبه او د ژبې لرغونتيا

    ژبه او د ژبې لرغونتيا

    (يوه تحقيقي څېړنه)

    انسان اشرف المخلوقات دے. د ساه لرونکي پۀ حېث پۀ حېواناتو کښې شمېر دے خو د عقل او شعور تر مخه او د خبرو کولو د جوګه توب لۀ امله حېوان ناطق بللے شي. او د خپل دې ځانګړي خوبيو لۀ امله پۀ ټول کائنات بادشاهي کوي. د انساني تهذيب لۀ پرمختګ نه ډېر پخوا کله چې انسان خبرې نۀ شوې کولې نو د اشارو بې ترتيبه اوازونو او صوتي غږونو پۀ ذریعه به ئې لۀ خپلو خيالاتو څرګندونه کوله، خو کله چې انساني ژوند د ترقۍ پۀ تګلاره روان شو نو ورسره ټکو او غږونو هم وده شروع کړه. دغه ټکي او غږونه د ترتيب او سمون لۀ مرحلې څخه تېرېدل تېرېدل او اخر دا چې د خيالاتو، جذباتو څرګندونې لپاره يوه خوندوره طريقه او وسيله پۀ وجود کښې راغله. دغه طريقه او وسيله ژبه بللې شي.

    پۀ دې اړه سيد مظهر جميل پۀ خپل کتاب ” سندھی ( مختصر تاریخ ، زبان و ادب ) کښې پۀ دا ډول ليکي:

    ” بے شک انسان اشرف المخلوقات ہے. اور جن اوصاف کی بنا پر اسے دوسری مخلوقات پر فوقیت اور شرف حاصل ہوتا ہے، اس میں سر فہرست اس کا صاصب زبان اور طاقت گویائی کا حامل ہونا ہے. چنانچہ زبان ، انسان کی سب سے کارگر معاشرتی تخلیق ہے. جو صدیوں اور قرنوں پر محیط انسانی سرگرمیوں کے نتیجے میں ظہور پاتی، پنپتی ، پھیلتی ، پھولتی یا اس کے برخلاف انہدام کے ڈھلوان پر چلتی ہوئی آہستہ آہستہ معدوم ہو جاتی ہے. چناںچہ کسی زبان کی تاریخ دراصل معاشرے کے خلق و نمو کی داستان ہی سے عبارت ہوا کرتی ہے.” ( حواله : ۱ )

    ترجمه :

    ” پۀ حقیقت کښې انسان تر ټولو مخلوقاتو د غوره او د لوړې رتبې خاوند دے. او د کوم صفتونو له مخې چې هغه پۀ نورو مخلوقاتو غوره والے او عزت لري، د دوي تر مېنځ ترټولو مهمه ده د هغۀ سپیځلې ژبه او د وېنا طاقت/ صلاحيت. پۀ دې توګه ژبه، د انسان تر ټولو اغېزمن ټولنیز تخلیق دے. کوم چې د پېړیو، پېړیو راهیسې د انساني هلو ځلو پۀ نتيجه کښې رامېنځته کېږي، وده کوي، ښېرازي کوي، یا پۀ برعکس د دې ، ورو ورو د ویجاړېدو پۀ څنډو کښې ورکېږي. نو د ژبې تاریخ پۀ حقیقت کښې دا د ټولنې د جوړولو او دې ته د ودې ورکولو کیسه ده.

    ارواښاد مولانا عبدالقادر وائي ” ژبه يو داسې اله ده چې د هغې کارونه صرف بنيادم کولے شي. کار ئې دا دے چې د دې کار کوونکے د خپل زړۀ اندرونی مدعا نورو هم جنسو ته داسې ورسوي چې هغوي پرې پوهه شي چې د دۀ زړۀ کښې څۀ دي. د دۀ د خولې او قلم نه څۀ وتي دي . دا اله دوه شکله اختياروي؛ يو تقريري يعنې وېنا او بل تحريري يعنې ليک، کمال پۀ کښې دا پکار دے چې سړے د بل پۀ وېنا او ليک داسې پوه شي کۀ يو افلاطون وي او بل نوبتے، د خپلې ژبې پۀ پوهېدو کښې دواړه برابر وي يعنې د عالم او کم علم دواړو د پاره د دې الې استعمال څۀ فرق نۀ کوي،، ( حواله : ۲ )

    ګڼو ژبپوهانو او د لغت ماهرینو د ژبې تعريف پۀ بېلابېلو او خپل خپل انداز کښې کړے دے. مولوي عبدالحق پۀ خپل لغت ” اردو انګريزي لغت ” کښې د انګرېزۍ پۀ دې ټکو کښې د ژبې تعريف داسی کړے دے.

    Zaban : Tongue , Language ”

    Way of Expression

    Promise, flame, sword”

    (حواله : ۳ )

    مطلب دا چې د څکنې د خوند محسوستيا لرونکي اندام او د وېنا کوونکې الې ته ژبه وائي.

    مولوي نورالحسن پۀ خپل ليکلي لغات

    ” نورالغات ” کښې د ژبی پۀ اړه داسې ليکي:

    ” وہ بولی جس کے ذریعے انسان اپنے دل کی بات ظاہر کر سکے”.( حوالہ : ۴ )

    ترجمه : هغه وېنا چې د هغې پۀ اړه بنيادم / انسان د خپل زړۀ خبره او مدعا څرګنده کړي.

    ژبۀ هغه مانا لرونکي غږونه یا سمبلونه دي چې د هغې پۀ ذریعه یو انسان خپل فکر پۀ خبرو یا لیکلو کښې څرګندوي او د اورېدلو یا لوستلو پۀ ذریعه له نورو څخه معلومات ترلاسه کوي. له همدې امله ژبه د خيالاتو تبادلې او د خپل ځان د څرګندولو وسیله بلل کېږي. پۀ دې لحاظ سره د ټولو لیکونو او ټولو ټکو یا ترکیبونو کښې چې لیکلو یا وئیلو کښې کارول کېږي، د ژبې پۀ دائره کښې شامل دي. او د ژبې عناصر ګڼلے شي.

    ډاکټر اقتدار حسېن پۀ خپل اثر “لسانیات کی بنیادی اصول” کښې د ژبی پۀ اړه داسې ليکي…

    “لسانيات کی رو سے زبان ایک ایسے خود اختیاری اور روایتی صوتی علامتوں کے نظام کو کہتے ہیں جو کوئی انسان اپنے سماج میں اظہار خیال کے لیے استعمال کرتا ہے”.( حواله : ۵ )

    ترجمه : د ژبپوهنې پۀ اصولو څخه ژبه د خودمختار او روايتي غږیز سمبولونو سیسټم دے، چې سړے ئې پۀ خپل چاپېر چل کښې د ځان څرګندولو لپاره کاروي.

    د ژبې د تعريف دا لړۍ به پۀ دې ډول راغونډه کړو چې ژبه د هغه اوازونو نوم دے چې انسان پرې خپل مطلب او مدعا بیانوي. دی ته پۀ عربۍ کښې”لسان” ، انګرېزۍ کښې “لېنګويج” ، يونانۍ کښې “يوغوس” ، پارسۍ او اردو کښې”زبان” ، سنسکرت کښې “جوا” ، او شوجؤ او ګاورۍ کښې “جب” توروالۍ کښې “جیبھ” او پښتو کښې “ژبه” وئيلې شي.

    ژبۀ د انسان او د انساني ژوند لپاره د بنيادي اهمیت وړ ده. ژبه کۀ يو پله د انسان انفرادي ژوند کښې اهمیت لري نو هم پۀ دې ډول دا د ټولنیزې او اجتماعي ژوند لپاره هم ارزښت لري. د مذهبي او ديني علمونو زده کړه او د دې ښوونې او روزنې ټول عمل نورو دنياوي او عصري هر قسم د علم ، پوھے او هنر زده کړې او پۀ تېره تېره د عصري علومو او ټېکنالوژۍ ښوونه، د کائناتو پۀ حواله پوهاوي او معلوماتي څيړنې، تر دې چې د انساني فکر نظريې، مسلکونه ،فلسفې ، د قومونو او هېوادونو نظرونه او فکرونه، دا ټول د ژبې سرچینو ته اړتیا لري.

    د انساني وګړي د يو بل سره د هر قسم خيالاتو ادلون بدلون، د خپلو خيالاتو او نظرياتو يا خپل صلاحیتونو او استعدادونو څرګندونې يا دا چې دا د يو بل سره شريکول د يو بل مذهبي، ديني او مسلکي، د هر قسم سماجي او معاشرتي معاملاتو پۀ اړه د خيالاتو څرګندونه او يو بل سره شريکول، يو بل پوهولو دا ټول سر ته د رسولو لپاره د ژبې اهميت لا زيات شي.

    يو انسان د خپل روز مره کارونو لپاره هم هره ګهړۍ او ساعتونو لپاره ژبې ته محتاجه وي. د ژبې نه بغېر د ژوند کشتۍ تېر باسل ګران څۀ چې ممکنه نۀ ده. د معاشرتي ژوند لپاره ضروري وي چې خلک د يو بل سره اړتيا ولري، د يو بل غم محسوس کړي، د يو بل ستونزې وپېژني او پۀ داسې وخت کښې د مينې او محبت څرګندونه وکړي، لاس اخلاص وکړي او يو د بل ډډه سړه کړي. د دې قسمه ضرورتونو پوره کولو لپاره هم ژبه مهمه او لازمي ده. د خوشحالۍ او غم څرګندونه بغېر د ژبي ممکن نۀ ده، هم د دې ژبې له برکته خوږې خوږې او پستې پستې خبرې، د مينې او محبت څرګندونه، د ناز او نياز، د جام او جانان خبرې د ګودر او مازیګر، چينه او چنار، د ترنګ او ستار، يا قربان او يکه زار کېدلې شي.

    ولې د دې سره سره انسان د خپل منفي سوچ او ناوړي خيالاتو څرګندونې هم د دې ژبې پۀ وسيله کوي. قهر، غصه، دروغ ، پروپېګنډه ، ښکنځل کول، سپکې سپورې وئيل او غيبت کول غوندې ناوړه کارونه هم پۀ دې ژبۀ کوي. چې نتيجه ئې پۀ بدامنۍ، زړه بداوي، شر شدت ، شرمندګۍ او پښېمانۍ تمامېږي، ځکه خو شريعت د ژبې پۀ صحیح او غوره کارونو زور ورکړے دے. دين اسلام د دروغو او سپکو سپورو نه ممانعت کړے دے. غيبت ئې د خپل ورور غوښې خوړل ګرځولي دي. پښتني کلتور او روايات هم دغه ذکر شوي ټول ناوړي کاورنه بد ګڼي. د پښتو متل دے چې…

    “خپله ژبه هم قلا ده هم بلا ده”.

    مونږ دا هم ګورو چې پۀ خبرو اترو کښې ډېر داسې جزبات او احساسات وي چې هغه پۀ ليک کښې ممکنه نۀ وي لکه د خبرو انداز، لوړ اواز او ټيټ اواز، يا دا چې د ويونکي لهجه او د وېنا انداز ئې؛ دا رنګې د وېرې ترهې، شرمندګي او پېښماني او نور داسې کېفيات وي چې د هغې اظهار پۀ ليک کښې ممکن نۀ وي.

    ژبۀ د ټولنې له اساسي عنصرونو څخه يو اهم عنصر دے. ژبه پۀ ټولنیز یووالي کښې یو مهم عنصر دے چې پۀ ټولنیز فعالیت کښې یو بنيادي / اساسي رول لوبوي. پۀ ټولنه کښې د انسانانو تر مېنځ اړیکو کښې د ژبې رول پېښېږي او پۀ دې اړه ژوندے کردار لوبوي.

    د ژبې تاريخ او لرغونيت هم دومره دے څومره چې د انسان پۀ خپله دے. خو دا خبره پۀ يقين سره نۀ شو وئيلے چې د دې پېل او ابتدا د کله راهيسې شوې ده. البته دا يقيني ده چې د انسان او انساني ټولنيز ژوند سره د ژبې اړتيا لازمي او مهمۀ ده.

    پۀ دې اړه قاضي عبدالحليم اثر پۀ خپل اثر “پښتو ادب” کښې ليکي چې ” وئيلے شي چې د دې ټولو ژبو ماخذ يوه داسې ژبه ده چې دا ټولې ژبې ترې راوتلي دي. ولې دغه بنيادي او د ټولو نه وړومبۍ ژبه کومه يوه ده – دا حال لا پۀ يقين سره معلوم شوے نۀ دے، سره د دې چې ډېرو پوهانو پۀ خپل اټکل پۀ دې مېدان کښې د خپل فکر او خيال نیلي زغلولي دي”. ( حواله : ۶ )

    دلته دا سوال پېدا کېږي چې اخر د نسل انساني خپله اصلي او فطري ژبه شته؟ او کۀ وي نو کومه ژبه ده، يا وه. د دې خبرې ځواب یقیناً چې پۀ «نه» کښې دے. د دې سوال د ځواب پۀ لټون کښې ډېر خلک سر ګردان دي، لوے لوے څېړنکار، ژبپوهان، د بشرياتو عالمان سر وهلي بر وهلي وګرځېدل خو داسې ښکاره څۀ اثار لا پۀ لاس نۀ دي ورغلي چې دوي ئي پۀ يقين سره ووايي او خپله دعوي ثابته کړي. حالانکې پۀ دې لټون کښې دا بعضې بعضې خو تر دې حده تېر وتل چې عملونه ئې د جبر، ظلم او ستم پۀ زمره کښې راځي. لکه د اکبر باچا (مغل بادشاه، جلال الدین محمد اکبر) يوه واقعه به بيان کړم… وائي چې اکبر باچا هم پۀ دې لټون کښې ؤ چې ایا ! د انسان خپله اصلي او فطرتي ژبه کومه وه. پۀ دې غرض هغۀ يو څو شمېر ماشومان پۀ يو داسې بند کور کښې وساتل چې ورته د بل انساني اوازونو رسېدل ګران وو. د دوي د پالنې او روزنې لپاره ئې داسې خدمتګاران مقرر کړل چې پۀ خپله ګونګيان او چاړاګان وو. هر کله چي دا ماشومان لوے شول نو دوي د څۀ قسمه وېنا / خبره نۀ شوه کولې. نتيجه دا شوه چې انسان پۀ خپل چاپېريال کښې له ويونکي ژبې زده کوي او ئې بولي. او کوم ماشومان چې د چارپايو سره مېشتۀ لوے شي هغه د څۀ قسمه انساني ژبه وئيلو جوګه نۀ شي پاتې کېدلې او د ځناورو اوازونو څرګندولو کوښښ به کوي.

    د ژبو د لرغونيت پۀ اړه دوه نظريې مهمې دي؛ کوښښ کوم چې دواړه نظريې پۀ مختصر ډول وړاندې کړم.

    ۱ : وړومبۍ نظريه: د ځنې ژبپوهانو خيال دے چې ژبه د بنيادم سره غبرګه پېدا شوه. او دا چې دا د الله تعالي له لوري پېرزونه ده. خداے بزرګ پۀ خپل کتاب قران کريم کښې فرمائي چې:

    ٫٫ و علمه آدم الاسماء کلھا ،، يعنې ادم عليه سلام ته د ټولو څيزونو نومونه وښودلے شول او د څيزونو پۀ اړه پوهه ورکړې شوه.”

    بل ځاے الله تعالي فرمائي چې:

    ‘خلق الانسان و علمه البیان’ يعنې انسان ئې پېدا کړو او بیان ئې ورته بيان وښودلو.

    عہد نامہ عتیق کښې د ژبې د وړمبيز پۀ اړه دا سې راغلي دي ” اور خدا نے کل دشتی جانور اور ہوا کے کل پرندے مٹی سے بنائے اور ان کو آدم کے پاس لایا کہ دیکھیے کہ وہ ان کے کیا نام رکھتا ہے اور آدم نے جس جانور کو جو کہا وہی اس کا نام ٹھرا “.

    یعنی وہ آدم ہی تھا جس نے سب سے پہلے مختلف چیزوں اور جانوروں کے نام رکھے- لیکن لوگو نے اس حقیقت کو توڑ مروڑ کے پیشِ کیا اور زبان، الفاظ یا ناموں کو براہِ راست خدا سے منسوب کردیا.

    ترجمه : او لوے سختن واړه دشتي ځناور او هوائې مارغان له خاورې څخه جوړ کړه، بيا ئې ادم عليه سلام ته راوړل چې پۀ نومونو ئې و نوموي او چې څنګه هغوي و نومول هم هغه شان و نومېدل. مطلب دا چې هغه ادم عليه سلام ؤ چې وړومبے ئې پۀ شيانو او ځناورو نامې غوره کړې. ولې خلکو دغه عمل د خداے بزرګ سره و تاړۀ.

    ۲ : دوېمه نظريه: د دوېمې نظريې منونکي د ارتقا د عقيدې خاوندان دي. دوي وائي چې:

    « انساني مخلوق د نن نه خواؤشا پنځلس لکه کاله وړاندې د ځمکې پۀ مخ موجود ؤ چې نه ئې څه ژبه لرله او نه ئې څه ثقافت او دود دستور ؤ. بیا ئې تقريبا پنځۀ لاکه کاله وروسته يعنې د نن نه خواؤشا لس لاکه کاله وړاندې ئې ژبه و کاروله.

    پۀ دې اړه جين ايچي سن ( Jean Aitcheson ) ليکي چې

    (Language probably developed in east, around 100,000 years ago) -.

    ترجمه : ژبی خواؤشا يؤ لاکھ کاله وړاندې پۀ نورختيزې افريقايي علاقو کښې د خپلې ترقۍ پۀ لور ګامونه پورته کړي وو.

    ډاکټر اشرف کمال پۀ خپل کتاب “زبان ، لسانيات او رسم الخط ” کښې د يو ژبپوه جي ريويز ( G. Reves ) د اثر ( The Origin and Pre- history of language ) پۀ حواله ليکي:

    ” زبان بحیثیت زبان اپنی اول ترین صورت میں بھی انسانی ذہن کی تخلیق رہی ہو گی. انسان نے زبان بنائی اور زبان نے انسان کو انسان بنایا.” ( حوالہ : ۷ )

    ترجمہ : ژبه پۀ حېث د ژبې پۀ خپل وړومبني شکل کښې هم د انساني ذهن پېداوار ؤ. انسان ژبۀ ترتيب کړې ده او ژبې د انسان نه انسان جوړ کړے دے.

    ژبپوهان او د بشرياتو پوهان وائي چې ژبه انسان جوړه کړې ده يعنې دا انساني تخليق دے، د دوي دا خيال دے چې ژبه پۀ یو وخت او اچانک پۀ وجود کښې نۀ ده راغلې بلکې پۀ تکميل ئې پېړۍ اغستې دي.

    د بحث لنډيز: مونږ چې پۀ دواړو نظريو غور ووکړو نو پۀ دې نتيجه رسو چې بې شکه چې ژبه ده انسان سره هم غاړې پېدا شوه، الله تبارک و تعالی خپل خليفه پېدا کړو، د څۀ څيزونو نامې ورته وښودلې د وېنا طاقت ئې ورکړو او هم له دغه امله ادم عليه سلام خپل حېثيت پۀ پريښتو او شېطان ومنلو. او هغه يې د خپل علميت او پوهې قائل کړل. ولې دغه اولني مخلوق د زرګونو پېړو نه وروستو پۀ مخ د ځمکې څرګند څيزونو استعمال ته لاس واچولو. لکه اول غار کښې اوسېدل، وړې وړې پاڼې به ئې خوړلې او پۀ لويو پاڼو به ئې ستر پټولو. ورو ورو د غار نه راووتلو او پۀ مخ د ځمکې اباد شول، د ښکار چل ئې زده کړو او چې وخت تېرېدو نو د کر کروندې نه هم خبر شول، او دغه شان ئې د وخت د تقاضو او ضرورتونو مطابق د ارتقا او پرمختګ لارې چارې لټولې، نو د څيزونو د استعمال سره سره به ئې پۀ هغې نامې کېښودلي وي. او پۀ خپله به ئې اول پۀ اشارو بیا پۀ مختلفو اوازونو يو بل پويه کړي وي، ورو ورو به ئې خبرې زده کړې وي او بيا دغه خبرو د ژبې شکل اختیار کړے دے. د ژوند ضرورياتو دوي د يو بل نه پۀ بېلېدو او بل چرته پۀ تللو مجبوره کړل. دوي پۀ ډلو ډلو او خېل خېل کښې ميشتۀ شو. او لازمي ده چې د وختي ضرورتونو او جغرافيايي ماحول تر مخه ئې ژبې هم د يو بل نه بېل بېل شوې. د يو خېل يا ډلې ژبه د وخت تېرېدو سره سره ځانته بېله او جدا ژبه شوه. هم دغه رنګې قامونه، بېل بېل وطنونه، جلا جلا ژبې جوړې شوې. او د وخت د تېرېدو سره سره د دوي شکل شباهت، کړۀ وړۀ او رنګونو کښې توپير راغلو. او پۀ نتيجه کښې يې نن ګورو چې ګڼ شمېر قامونه پۀ مخ د نړۍ ژوند کوي چې ګڼ شمېر ژبې بولي. او هر قام پۀ خپله ژبه وياړ کوي.

     

    حوالې :

    1 : مظهر جميل ، ډاکټر ، سندهی ( مختصر تاريخ زبان و ادب ) مقتدرہ قومی زبان ، ایوان اردو ، فطرس بخاری روڈ ، اسلام آباد ، ص .32

    ۲ : عبدالقادر ، مولانا ، ارواښاد ، ښه پښتو سوچه پښتو مشموله رساله نن پرون ، جنوري ۱۹۴۴ عيسوي .

    ۳ : عبدالحق ، مولوی ( مرتب ) اردو انگریزی لغت ، انجمن ترقی اردو پاکستان کراچی 1992 عیسوی ،مطبع پنجم ، ص 706 ۔

    ۴ : نورالحسن ، مولوی، نورالغات ، سنگ میل پبلی کیشنز ، لاہور ، ۱۹۸۹ عیسوی ، ص ۲۳۳ ۔

    ۵ : اشرف کمال ، ڈاکٹر ، لسانیات ، زبان اور رسم الخط ، مشال پبلشرز رحیم سنٹر پریس مارکیٹ امین پور بازار ، فیصل آباد ، ۲۰۰۹ ، ص ۱۱ ۔

    ۶ : محمد افضل رضا ، د پښتو د نثر تاريخ ( دويم ځل ) يونيورسټی بک ايجنسی خیبر بازار ، پيښور ، اکتوبر ۱۹۹۵ ، مخ ۲۱ –

    ۷ : اشرف کمال ، ڈاکٹر ، لسانیات ، زبان اور رسم الخط ، مشال پبلشرز رحیم سنٹر پریس مارکیٹ امین پور بازار ، فیصل آباد ، ۲۰۰۹ ، ص ۱۱ ۔

  • د پښتنو کلتوري لوبې

    د پښتنو کلتوري لوبې

    د اقتصاد، جامې پېزار، پېشې، ودانيو وغېره پۀ شان هر قام د خپل کلتور دننه ځنې لوبې هم خپلې کړې وي. دغه لوبې د دوي د جغرافيايي، اقتصادي حالت او ضرورتونو سره ژوره علاقه لري او د زرګونو کالو تاريخي شاليد لري. پښتون قام چې د يو ځانګړي کلتور او پېژندګلو څښتن دے، هم يو شمېر کلتوري لوبې لري او پالي، کومې چې د دوي د مزاج، ضرورت او ماحول پۀ رنګ کښې رنګ دي. وړومبے د يو څو نماينده ګېمز ذکر کوو او بيا ئې ځ نې اړخونه د بحث د لاندې راولو.

    ۱. پټ پټونے :

    پټ پټونے چې پۀ اردو کښې‌ ورته “آنکھ مچولی” او انګرېزۍ کښې ورته Hide and Seek وئيلے شي، د دې لوبې بنيادي نکته دا وي چې بل به څنګ پۀ ګوته کوې او ځان به څنګه ساتې؟ اوس کۀ مونږ وګورو نو د پښتنو پۀ خاوره تل ښکرورو بريدونه کړي دي، هغه کۀ سکندر اعظم دے، کۀ مغل دي او کۀ پېرنګيان او کۀ نور. پښتنو له مخامخ د دغه چپاوونو مخه نيول ګران وو نو دوي د خرپ او ترپ (ګوريلا وار) لار خپله کړې وه او پټ پټونے د ګوريلا وار د ماشوم والي نه د تربيت يو غوره مشق دے۔

    ۲. چيندرو:

    پۀ چيندرو کښې پۀ يوه پښه تلل وي، ځان د کرښو نه ژغورل وي او يو کاڼے يا کودرے چې چاډېل، څاډک، موڅۍ، بيتۍ او نور نومونه ورته هم وايي، تر منزله رسول وي. کۀ پۀ غور وکتلے شي نو دا د ماشوم لپاره د راروان ژوند د کړاوونو يوه زبردسته تياري ده. ځکه چې پۀ ژوند کښې به پۀ قدم قدم خنډونه وي، وسائل به هم نيم نيمګړي وي خو پۀ هر صورت به تر منزله رسېدل وي. پۀ چيندرو کښې پۀ هر قدم خنډ وي، پۀ يوه پښه تلل وي او منزل ته رسېدل وي. شايد چې د نفسياتي تربيې داسې لوبه د نړۍ بل قام ولري.

    ۳. پټه ګيټۍ:

    پټه ګيټۍ يوه لوبه هم ده او پۀ ځنې محفلونو کښې ترې پوره کار هم اغستے شي. پۀ دې کښې پۀ يوه ګيټۍ (وړوکي کاڼي) بل کس پۀ پټه وېشتلے کېږي. دا پۀ اصل کښې د خفيه خبر رسانۍ يو ساده او پۀ زړه پورې انداز دے. پۀ جرګه کښې يا بل داسې کوم محفل کښې چې د چا پام راړول وي يا ورته کومه ياد ګيرنه کول وي، نو پۀ پټه ګيټۍ ئې پام راړولے شي. پۀ دا ډول د رابطې او جاسوسۍ يو کوټلے نظام پۀ ځاے کولے شي.

    ۴. موخه:

    نخښه ويشتل، تير اندازي وغېره پۀ نورو قامونو او ځايونو کښې هم کولے شي. خو د خوند خبره دا ده چې پښتنو د يو کلتور پۀ ډول خپله کړې ده. د موخې د لوبې تابيا پۀ صوابۍ کښې اوس هم ښه پۀ باقاعده ډول کولے شي. د دې لوبې پۀ کولو سره کۀ يو خوا جنګي تياري کېږي نو بل پلؤ د لوبغاړي د توجه (فوکس) پۀ ښۀ کولو کښې هم غټ لاس کوي.

    ۵. قط:

    قط چې چرته چرته ورته منزرے هم وئيلے شي، د شطرنج يو شکل دے. دا لوبه د ډېر غور او فکر تقاضا کوي او هر وخت پۀ کښې بېدار او ويخ اوسېدل وي. پۀ دا ډول د قط پۀ کولو سره ذهن تېزېږي، د تفکر عادت پېدا کېږي او د کوم مخالف د چال نه د ځان ساتلو صلاحيت وده مومي.

    ۶. شلغاتي:

    نن سبا چې پۀ مکتبونو کښې د ماشومانو د زده کړو اسانولو لپاره د مانټيسوري طريقه تعليم (يعنې پۀ لوبو لوبو کښې تعليم) خپلولے شي، نو د دې وړومبے شکل د شلغاتو پۀ صورت کښې موندے شي. هغه داسې چې پۀ دې لوبه کښې دوه ډلې وي. هره ډله د يو بل نه جدا پۀ بېلا بېلو ځايونو کښې پۀ ځمکه، کاڼو او نور ځايونو کرښې راکاږي. بیا دغه مخالف ډلې د يو بل راښکلې کرښې لټوي او ورانوي. ورپسې د دواړو ډلو پۀ مخکښې د هر يوې پاتې شلغاتې يعنې کرښې شمېرلے شي، چې د چا ډېرې کرښې پاتې وي نو هغه ډلې ګټلې وي. پۀ دې ټول عمل کښې د رياضۍ د جمعې او منفي اصول کارولے شي. او داسې پۀ لوبو کښې د ماشومانو زده کړه کېږي.

    ۷. ګوډيانې:

    د ګوډيانو لوبې جينکۍ کوي. دا پۀ اصل کښې د کور ودانۍ يو زړۀ پورې مشق دے چې ماشومانې ئې پۀ لا شعوري توګه کوي. پۀ دې لوبه کښې ماشومانې د کور د جوړولو نه واخله، د لوښو د غونډولو او ترتیب، د پخلي کار، مېلمه پالنې، وادۀ ښادۍ او داسې د يوې زنانه د ژوند سره تړلې نزدې نزدې هر کار زده کوي. اوس کۀ مونږ پۀ غور وګورو نو چې د پښتنو پۀ مېنځ کښې د يوې زنانه څومره کردار پاتې شوے دے، د هغې ټول ريهرسل د ګوډيانو پۀ لوبه کښې ليدل کېږي.

    ۸. سخے:

    سخے يوه ګرانه لوبه ده، چې کوټلے وجود او تېزي غواړي. پۀ دې کښې ښۍ پښه پۀ چپ لاس نيولې شوې وي او د مخالف لوبغاړي سره جنګېدل وي، نو د ژوبل کېدو وېره پکښې هم امکان لري. دا لوبه پۀ يو وخت کښې د زړورتيا، خرپ او ترپ، زور، بريد او نور تربيت تربيه کوي.

    اوس کۀ مونږ دا لوبې تجزيه کړو او ځنې اړخونه ئې رابرڅېره کړو نو معلومه به شي، چې دا د نفسياتي، تعليمي، تربیې او جسماني ګټو تر څنګ نورې هم يو شمېر فائدې لري. لکه د مثال پۀ توګه د دې مالي اړخ؛ پۀ دې ذکر لوبو خرڅ د نشت برابر دے۔ چيندرو کۀ فقط پۀ ځمکه کرښې راښکل دي، نو شلغاتي هم څۀ اوزارو ته اړتيا نۀ لري. پټه ګيټۍ او قط هم کوم سامان نۀ غواړي. د ګوډيانو لوبې د ماتو شيشو، کاڼو، ټکړو، زړو جامو ‌او نورو کباړ شيانو نه کولے شي. موخه غشے لينده غواړي خو هغه هم پۀ مقامي کچ د موجود شيانو نه جوړېږي. بل اړخ ته د کرکټ، فټ بال، هاکۍ، سنوکر، ګالف وغېره لوبې د لکونو روپو سامانونه غواړي.

    د دې کلتوري لوبو جغرافيايي اړخ هم د ستائلو وړ او د پښتنو د منطقې سره سمون خوري. لکه د چيندرو لوبه پۀ ډبه، د کوټې پۀ سر، پۀ غولي، کوڅه ، دالان هر ځاے کښې کېدې شي. شلغاتي کۀ غر وي او کۀ خوړ، هر ځاے ورله مناسب دے. ګوډيانې، پټه ګيټۍ او قط خو هر ځاے ممکن وي. موخه، سخے د پښتنو پۀ ډبو او حجرو کښې پۀ ښۀ ډول کېدے شي. د دې پۀ مقابله کښې کرکټ، فټ بال، هاکي، ګالف وغېره غټ غټ مېدانونه غواړي، ځکه دغه ګېمز د پښتنو پۀ غرئيزه منطقه کښې چرته يو نيم ځاے کېدے شي.

    پۀ نفسياتي اړخ هم دا کلتوري لوبې زمونږ د جذبو کېتارسس کولے شي. جينکۍ کۀ د ګوډيانو پۀ پاللو خپلو فطري جذبو ته سامان پېدا کوي، نو هلکان د پټ پټوني پۀ لوبه کښې ځان پۀ منډو ترړو ستړے کړي. پۀ موخه کښې د نخښې ویشتلو سره د تيراندازۍ او پۀ سخي کښې د مهم جوئۍ جذبه سړه کړي.

    پۀ دې موضوع کښې د پښتنو لسګونه کلتوري لوبې ذکر کېدے او تجزيه کېدے شي، خو د نمونې تر حده به پۀ دې اکتفا وکړو. بايد چې پښتانۀ خپل کلتور خپل کړي چې اساني پکښې هم ده، ارزاني پکښې هم او د دوي د جذبو تسکين پۀ کښې هم نغښتے دے۔

  • پاکستان او نړيوال پير

    پاکستان او نړيوال پير

    پاکستان او نړيوال پير

    پۀ ۱۷ ستمبر د نيوزې لېنډ کرکټ ټيم عېن د مېچ د لمحاتو نه لږ مخکښې د سېکورټي تهرېټ پۀ بنياد د خپل ملک پۀ لوري د تګ اعلان وکړو۔ يقينا کۀ يو طرفته د پاکستان د کرکټ پۀ شائقينو د خفګان چپې راغلې، نو بل طرف ته پۀ ملک کښې د لوبو نړيواله فضا ته يوه سنګينه دهچکه ورسېده۔ د پاکستان وزيراعظم چې د صدر مملکت پۀ نزد يو نړيوال پير دے، د نيوزې لېنډ د ټيم د ايسارولو لپاره د نيوزي لېنډ وزيراعظمې سره تماس هم ونيولو، خو نړيوال پير د نيوزې لېنډ وزيراعظمه قائله نۀ کړې شوه۔ حالانکې د پاکستان حکومت د نيوزي لېنډ د ټيم د حفاظت لپاره فول پروف سېکورټي فراهم کړې وه چې د نيوزي لېنډ کرکټ بورډ د پاکستان د انتظاماتو نه مطمئن هم ؤ۔ سوال دا دے چې د ټاس پۀ وخت د نيوزي لېنډ ټيم بيا ولې د سېکورټي تهرېټ پۀ بنياد د واپس تلو فېصله وکړه۔ ايا واقعي د نيوزي لېنډ ټيم ته د تهرېټ احساس وشو او کۀ نه دا يو سازش ؤ۔ د شېخ رشيد د وېنا مطابق پۀ پاکستان کښې د سېکورټي هېڅ قسمه مسئله نشته۔ د شېخ رشيد پۀ خيال دا د هغې خلکو سازش دے چا چې دستانې اچولې دي، بلکې د سازش الزام نېغ پۀ نېغه پۀ بهارت دے۔ دې ته وئيلے شي بېن الاقوامي سازش يعنې هائبرېډ وار۔ هېڅ شک نشته چې څۀ ملکونه د پاکستان نه خوشحاله نۀ دي او د هغوي هر دم دا هڅه وي چې د پاکستان امېج پۀ بېن الاقوامي توګه خراب کړي۔ کۀ چرې پاکستان پۀ ۲۷ کښې ۲۶ پوائنټونه پوره کوي او سري لنکا پۀ ۴۰ کښې ۲۷پوره کوي، سري لنکا د ګرے لسټ نه وباسي او پاکستان د ښۀ کارکردګۍ باوجود بيا هم پۀ ګرے لسټ کښې دے نو بيا پوهه شه چې د پاکستان خلاف يو نړيوال سازش روان دے۔ برطانيه د بهارت نوم د کورونا باوجود چې پۀ هندوستان کښې ئې تباهي جوړه کړې وه د رېډ لسټ نۀ وباسې او د پاکستان نوم پۀ رېډ لسټ کښې وي، نو بيا پوهه شه چې د پاکستان خلاف يو نړي وال سازش روان دے۔ شکر دے اوس د پاکستان نوم پۀ رېډ لسټ کښې نشته بلکې د هندوستان وزير خارجه خو پۀ کهولاو وېنا سره دا هم وائي چې د مودي حکومت د وجې نه د پاکستان نوم پۀ ګرے لسټ کښې دے نو بيا خو ښکاره خبره ده چې د پاکستان مسئلې د هندوستان لۀ وجې دي۔ د امريکې وزير خارجه هم پۀ جار وائي چې د پاکستان مفادات خو زمونږ د مفاداتو خلاف دي، شائد چې مونږ د پاکستان د نان نېټو سټېټس پۀ حېثيت د پاکستان پۀ افغانستان کښې د کردار پۀ وجه غور وکړو نو بيا دا واضحه ده چې پاکستان پۀ نړيوالا پنجه کښې دے۔ د يو پاکستاني او د کرکټ د يو مينه وال پۀ حېث يقينا چې زړۀ ته زمونږه هم خفګان شته۔ د ډېرو هڅو باوجود پۀ پاکستان کښې د سختې دهشت ګردۍ پۀ وخت چې پاکستان کښې د نړيوالو لوبو کومه فضا جوړه شوې وه، د خان پۀ دور کښې هغه خوب نن دړې وړې شو۔ د شېخ رشيد صېب د وېنا مطابق هېڅ قسمه تهرېټ پۀ ملک کښې نشته نو بيا ولې دوره ختمه شوه۔ ايا دا نړيوال سازشونه مخکښې نۀ وو۔ شېخ صېب وائي پۀ ملک کښې د سېکورټي تهرېټ لۀ سره نشته، نو بيا چې کله پۀ ملک کښې د پي ډي اېم يا نورو اپوزيشن ډلو جلسه وي نو شېخ رشيد پۀ کوم بنياد وائي چې دومره خودکش پۀ کوټه کښې او دومره پېښور کښې داخل شو، لهذا اپوزيشن له پکار دي چې خپله جلسه کېنسل کړي۔ بيا ولې مونږ د پاکستان امېج خرابوو۔ سحر ماښام د افغانستان د موجوده حالاتو پۀ رڼا کښې د پاکستان تجزيه کار دا ولې وائي چې پۀ پاکستان کښې د دهشت ګردۍ امکان سېوا شو۔ ولې بيا مونږ پۀ خپله د خپل ملک خلاف د هائبرېډ وار حصه جوړېږو، اخر ولې؟ ايا مونږ د خپل ملک خلاف يو سنګين جرم نۀ کوو۔ چې تهرېټ نشته نو دا بيا مونږ پۀ حکومتي لېول فېک نيوز ولې خوروو۔ چې د فېک نيوز د مخنيوي لپاره نن د خان حکومت د اخري حد پورې ځي۔ بيا خو واضحه ده چې مقصد د فېک نيوز مخه نيول نۀ ده بلکې د ميډيا مرۍ حلالول دي چې د حکومت خلاف خبرې نۀ کوي۔ چې سېکورټي تهرېټ نشته نو بيا د پېنډۍ انتظاميې پۀ ۱۳ ستمبر باندې خط ولې هائي حکام ته ليکلے و چې د تهرېټ د خدشاتو لۀ کبله د فل پروف انتظاماتو نقشه پۀ کښې بيان شوې وه۔ شائد چې د دې خط او د حکومت پۀ ميډيا باندې دا تذکرې کول چې د افغانستان د موجوده حالاتو لۀ کبله د دهشت ګردۍ تهرېټ سېوا شوے دے او يقينا چې نيوزي لېنډ هم دا دې هرڅۀ نه اګاه وي او دا خط خو پۀ کښې پۀ تابوت کښې اخري مېخ ثابت شوے وي، لهذا دوره کېنسل۔ مونږ دا خبره کوو چې کله پۀ يو جومات کښې پۀ نيوزي لېنډ کښې د دهشت ګردۍ واقعه وشوه نو پۀ دغه وخت کښې پۀ نيوزي لېنډ کښې دا واقعه د ځاے نه يو څو کلوميټره لرې د بنګله دېش ټيم د کرکټ لوبه کوله، نو هغوي خو دوره نۀ وه کېنسل کړې ۔ کله چې پۀ کابل کښې د طالبانو غلبه راغله، نو بيا ولې د شمالي خلکو يوه جرګه پاکستان ته پۀ اقتدار کښې حصې اخستو له راغلې وه۔ د دې نه خو دا واضحه ده چې د افغانستان طالبان مجاهدين نۀ دي بلکې يو سلکټېډ ډله ده، چې د شمال خلک پۀ کښې هم خپله حصه د پاکستان نه غواړي۔ نو بيا مونږ دا الزام پۀ نورو ولې لګو چې د نورو لۀ وجې نه زمونږ دا مشکلات دي۔ مونږ له پۀ دې خبره غور پکار دے چې دنيا ولې د بهارت مني او زمونږ نۀ مني۔ هر چا ته پته ده چې بهارت پۀ کشمير کښې د ظلم انتها کوي، خو دنيا بيا هم بهارت سره ولاړه ده او مونږ ته اسلامي نړۍ هم ګيا نۀ اچوي، اخر ولې؟ اوس به دې سوال له راشو چې بنګله دېش خپله دوره ولې نۀ وه کېنسل کړې۔ دنيا ته پته وه چې دغه واقعه د کېدو سره د نيوزي لېنډ وزيراعظمې چې کوم کردار ادا کړے ؤ چې نۀ ئې صرف اسلامي نړۍ تعريف کړے ؤ بلکې د دنيا هر امن پسند قوم ئې ستائش کړے ؤ بلکې عمران خان خو ورله د نوبل انعام ورکولو مطالبه هم کړې وه۔ پۀ داسې عالم کښې به بنګله دېش خپله دوره څنګه کېنسل کړې وه۔ کۀ مونږ پۀ ځان نظر واچوو نو اسامه بن لادن دلته مري، ملا منصور دلته مري نو دنيا به پۀ مونږ اعتبار څنګه وکړي چې مونږ د دهشت ګردۍ خلاف يو۔ د يو لاکهـ خلکو د قربانو او د ۱۵۰ارب ډالرو د نقصان باوجود پۀ پاکستان د هشت ګردۍ د پرورش الزام هم دے، بيا هم مونږ دا چغې وهو چې د سري لنکا پۀ مقابله کښې د ښۀ کار کردګۍ باوجود مونږ سره امتيازي سلوک کېږي او زر د بېن الاقوامي سازش شاته پټ شو۔ سحر او ماښام پۀ ټاک شو ګانو کښې د حکومت غړي دا ډمامې وهي چې د ملک د سابقه صدر او وزيراعظم پورې مني لانډرر دي او ثابت د اوسې پورې يوه پېسه هم نۀ ده، نو سلوک چې راسره د سري لنکا نه بد نۀ وي نو څۀ به وي۔ چې بيا هندوستان ډمامې وهي چې پاکستان پۀ ګرے لسټ کښې زمونږ د وجې نه دے نو پۀ مونږ بده ولې لګي۔ بغېر ثبوت خبره کول خو فېک نيوز وي، د مني لانډرنګ دا ټول الزامات فېک نيوز نۀ شول نۀ څۀ شول۔ بې موقع چې مونږ د سفارتي ادابو خلاف ټرېږو او د “ابسلوټلي ناټ” هوائي ډزې کوو۔ حالانکې د سېکورټي امورو مشير معيد يوسف وائي چې امريکې دا تقاضا نۀ وه کړې نو بيا چې د امريکې وزير خارجه وائي چې د پاکستان پۀ نان نېټو سټېټس غور کول پکار دے نو بيا مونږ دا چغې ولې وهو چې د پاکستان خلاف سازش روان دے۔ د خپل موقف ځواب پۀ سفارتي ژبه کښې نۀ ورکولو په ځاے د سلطان راهي لهجه کښې ورکولو باندې چې بيا امريکه رد عمل کوي نو مونږ بيا ولې دا وايو چې د پاکستان خلاف يوعالمي سازش روان دے۔ معيد يوسف د امريکې پۀ ځمکه دا وائي چې مونږ سره بل اپشن هم شته۔ دنيا ته څۀ چې ټول پاکستاني عوام ته هم دا پته ده چې بل اپشن د بلېک مېلنګ يو تش کارتوس دے۔ د تاريخ نه ثابت ده چې امريکې نه علاوه مونږ بل اپشن ته تيار نۀ يو ګنې د ملک اولني وزيراعظم لياقت علي خان به اخري وقت کښې د روس دوره کېنسل کوله نه۔ د بل اپشن خو دا حال دے چې پۀ ۱۶ ستمبر د سېنېټ پۀ قائمه کمېټۍ کښې دا انکشاف وشو چې د خان حکومت راتلو سره د سي پېک بېړه غرقه ده۔ حکومت د چين کمپنيو ته د ۴۔۱ارب ډالرو نۀ ورکولو لۀ وجې نه خپل کار سټاپ کړے دے۔ وزير منصوبه بندي اسد عمر وائي چې پۀ سي پېک پۀ دې درې کالو کښې کوم کار چې پکار ؤ، هغه نۀ دے شوے، نو د بل اپشن وزن بيا څۀ دے۔ پۀ دې کښې صدر صېب وائي چې عمران خان نړي وال پير کړئ۔ د امريکې يوه تجزيه کاره دا وائي چې د عمران خان مثال د اسلام اباد د يو مئير برابر هم نۀ دے او زمونږ سپريم کورټ وائي چې د اسلام اباد پۀ ۲۴ کلوميټر دننه حکومت نشته، نو بيا به عمران خان څنګه نړي وال پير شي، حق الله!۔

  • ښکلے خوب (افسانه)

    ښکلے خوب (افسانه)

     

    ښکلے خوب (افسانه)

    دا د کال ١٩٤٢ز زمانه ده. پۀ ګرده نړۍ د دوېم نړيوال جنګ لمبې بلې دي او د نړۍ ټول مهذب قومونه لکه د سپو پۀ يو بل لګيا دي د يو بل غوښې خوري. جنګ پۀ وسائلو او پۀ وسيلو دے . هسې خو سپي هم پۀ هډوکي يو بل سره انخښلي خو سپے هم چې کله موړ شي نو يو پښه پۀ بله پښه واچوي او پۀ خپلو دواړو پښو سر کېږدي او ښۀ پۀ ارام اودۀ شي. خو انسانان پۀ شتۀ صبر نۀ کوي. دوي مړېږي نه بلکې تنده او لوږه ئې نوره نوره سېوا کېږي. نن چې د انسان د لاسه د خداے پۀ پېدا کړې ځمکه انسانان پۀ دې وړوکي شان خاورين کور اور بل دے. هم پۀ دغه جنګي او جنوني ماحول کښې يو سپين ږيرے خدائي خدمتګار د هري پور جېل پۀ چکۍ کښې ستړے ستومانه ناست دے او د جېلر لۀ خوا ورسپارلے کار پۀ دمه دمه کوي. ځکه چې هم ئې عمر ډېر دے او هم ئې وجود کمزورے دے. پۀ مخ وړه وړه سپينه ږيره، سر سرتور پۀ پښو پنجدارې چارسدې والې څپلۍ او پۀ تن د خامتا زړې خو صفا جامې. دغه د غر هومره پښتون مشر چې دا مهال پۀ کار کولو ستړے شوے دے نو هم خپله ملا دمه کوي او هم يو اوږد فکر وړے دے. دا د ژمي يوه يخه درنه او پخه شپه ده. شپه د نيمې نه اوړېدلې ده. دغه سپين ږيرے بابا ستومانۍ هم اخستے دے، د خوب ښاپېرۍ ئې هم بيا بيا پۀ خپله غېږه کښې د اخستو هڅه کوي. او فکرونه اندېښنې ترې هم لکه د خامارانو تاو راتاؤ دي “يه پاکه ربه يه زما رحيمه خدايه ستا د دې دنيا به څۀ کېږي، دا انسانان خو لکه د ځناورو پۀ يو بل لګيا دي دوي خو لکه پۀ خپله د خپل لاسه خپل نوغے ويستل غواړي. خپل بچي پۀ خپله حلالوي. خپلې لوڼه د خپله لاسه سرتوروي نو چې د دوي د دې کار نه به څۀ جوړېږي. پۀ دې چرچل روز ولټ او هټلر کښې زغم او برداشت ولې نشته. دوي پۀ دې خبره څوک پوهه کړي چې تشدد خو د انسان د نوغي دښمن دے، تشدد خو د ذهني ناروغتيا نوم دے، تشدد پۀ نتيجه کښې نور تشدد را زېږوي. يا پاکه ربه چې زما د دې قام به څۀ کېږي . دوي خو لکه د سپو پۀ يو بل لګيا دي. مونږه خو خپلو ملګرو هم پۀ چولي مېدان پرېښودو. هغوي خو لاړل د جنګيالو سره ملګري شول. يا د امن او زغم بابا چې د دې به انجام څۀ وي”.

    پۀ دغه فکرونو او اندېښنو کښې راګېر دغه نيمځالي خدائي خدمتګار له پۀ ناسته خوب ورغلے او جوټه ئې ووهله. ورو غوندې خوا کښې دېوال ته ور ډډه شو او اوس چې هغه د خوب غېږه ته ور پرېوتے دے نو يو عجيبه خوب ويني. هغه خوب ويني چې د نړۍ اولسونه د جنګ نه بېزاره شوي دي. پۀ نړۍ کښې د ډېرې لوې تباهۍ نه پس د نړۍ قامونه مشران پۀ جرګه مرکه د خپلو شخړو هوارولوته کښېناستلي دي او يوه لويه جرګه روانه ده. د نړۍ هر قام مشر د جنګ پۀ ضد خبره کوي. هر مشر د امن او سوکالۍ د پاره تجويزونه وړاندې کوي. او بيا دغه ټول مشران پۀ دې خبره صلاح شي چې بس دے نور د الله پۀ ځمکه د الله د مخلوق وژنه بندوو او خپلې ټولې تنازعې پۀ خبرو اترو هواروو.

    “او زما قام! زما قام چې هم غلام دے هم دانه وانه. زما د قام به څۀ کېږي!” هغه پۀ خوب کښې د نړۍ د مشرانو نه ډېر پۀ هېبت او تلوار پوښتنه کوي؛ “ستا قام ! تۀ فکر مۀ کوه ستا قام هم ازادولے شي او هم به ورله د ژوند تېرولو حق ورکولے شي. اوس به هر انسان او هر قام ته پۀ خپله خوښه د ژوند کولو حق ورکولے شي” دغه مشرانو کښې يو مشر دغه سپين ږيري له جواب ورکوي او بيا هغه ويني چې د هغۀ وطن ازاد شوے دے. پېرنګے خپل وطن ته تلے دے او د هغۀ قام له ئې پۀ خپله خاوره د خپل اختيار حق ورکړے دے. پۀ دغه حالاتو کښې د خدائي خدمتګارو مشر هم د خپل قام يو لويه جرګه رابللې ده او ورته ګويانه دے. “زما بچو نن پېرنګے لاړ زمونږ وطن ازاد شو او د نړۍ ټولو مشرانو زمونږه د عدم تشدد عقيده ومنله اوس به مونږ دا خپل وران وطن ابادوو. خدائي خدمتګار به هم هغه شان بې بدله خدمت کوي. د وطن ټولې غېر ابادې ځمکې به ابادوو. او هغه به خپلو بې جائيداد کرونده ګرو له مفتې ورکوو. کۀ پوره وي او کۀ سپوره وي پۀ شريکه به ئې خورو. سم د لاسه به پښتون زلمي له د قامي لښکر نوم ورکولے شي. دا لښکر به د ملک د پولو حفاظت هم کوي. او د بې وسو او بې ارزو سره به لاس امداد هم کوي او د نن نه به زۀ د ګاونډي هېوادونو پۀ دوره ووځم. د دغه هېوادونو مشرانو سره به جرګه مرکه کوم. دوي ته به جولۍ غوړوم چې څنګه د نړۍ مشرانو د امن او عدم تشدد عقيده خپله کړه هم داسې به هم د ګاونډيانو يو بل سره هم پۀ امنناکه طريقه ژوند کوي. د يو بل د پولو، ژبو او مذهبونو احترام به کوو. خپله هره شخړه او ستونزه به پۀ خبرو اترو هواروو ځکه چې انسانان خبره پۀ خبرو خلاصوي. او څاروي خپلې تنازعې پۀ ښکر اړمولو هواروي. پۀ خپلو خپلو هېوادونو کښې به د وسلو او بارودو پۀ جوړولو پابندۍ لګوو او خپل ټول وسائل به د زده کړې او د صحت پۀ مد کښې خرچ کوو. د زغم او مينې فضا به را جوړوو. ” “پاڅه هلکه دا دومره کار درته پروت دے او تۀ بې غمه خوبونه کوې”. بابا چې تر دې دمه را ورسېدو نو ناڅاپه د جېلر پۀ يو تېرۀ غږ د خوبونو د دنيا نه د ترخو حقيقتونو دنيا ته بېرته راغے او يو سوړ اسويلے ئې وکړو.

  • Untitled post 3497

     

    ما پۀ خپل ژوند کښې د مهدي باچا هومره دروند او باوقاره انسان نۀ دے ليدلے. د هغۀ د شکل خبرو، ليکونو، جامې، پېزار او تر دې چې د تګ د انداز نه دا هر څۀ ښکاره کېدل. کۀ څه هم پۀ ذات ميا ملا، حسني حسېني، سيد ؤ خو د پښتو او پښتون ولۍ پۀ رنګ کښې داسې رنګ ؤ چې د هرې ادا نه ئې پښتو څڅېدله.

    روايت پسنده انسان ؤ. پۀ خپل ژوند کښې چې ئې څومره لوے لوے عالمان، پيران، سياست دانان او نور خلق ليدلي وو د هغو ټول عادتونه او خويونه ئې خپل کړي وو. تر دې چې د ځنو مشرانو پۀ تتبع کښې به ئې تر اخره بالکي هم ساتل خو لکه د ځنو جلالي بزرګانو ئې د دوي د پاره شپې کچکول کښې نه بندولې۔ لکه د پخوانو د مشرانو ساده مزاج، رنګين مزاج او حسن پرست ؤ. ځنو هم عصرو به ورسره د سياسي، مسلکي او ادبي بغض وعناد له وجې بې ځايه مخالفت کولو خو ډېرو به ئې هم پۀ دې وجه ستائنې کولې. د دې ټولو خبرو خلاصه دا ده چې مهدي باچا پۀ رښتيا معنو باعمله عالم، برد باره، صبرناک، مينه ناک انسان، لوے ليکوال او سياستدان ؤ. کۀ څۀ کمزوري ئې وه نو هغه حسن پرستي وه.

    کۀ د دغه انساني کمزورۍ نه ئې تېر شو نو مهدي باچا بس مهدي ؤ، اګر چې زۀ ورته مهندي باچا وايم چې وروستو به ئې وجه وښائيم، اوس به دا روانه خبره سرته ورسوم. مهدي باچا هغه مهدي نۀ ؤ د کوم چې نبي کريم عليه السلام د راتګ پېش ګوئي کړې ده چې د هغۀ ذکر پۀ ګڼو احاديثو کښې راغلے دے چې دے به دنيا ته راځي او دنيا به د انصاف نه ډکوي ولې چې دجال به پۀ نړۍ کښې زور ظلم خورکړے وي. عالمانو د دې احاديثو پۀ شرحه کښې ليکلي دي چې د اصلي دجال او مهدي نه علاوه پۀ هر دور کښې د هغوي نه د کمې مرتبې دجالان او مهديان موجود وي۔ کۀ يو خوا دجالان پۀ دنيا کښې د ظلم زور او کفر د خورولو هڅې کوي نو ورسره مهديان د دوي خلاف راپاڅي او مخه ئې نيسي. خلقو ته سمه لاره ښائي. د مظلوم انسانيت د ښېګړې د پاره کوششونه کوي. پۀ دې حساب مهدي باچا ته مهدي وئيلے شو چې تل ئې د ظلم او خپل وخت د ظالمانو خلاف عملي او قلمي جهاد کړے ؤ.

    مهدي باچا پۀ ظاهري توګه هم ښکلے سړے ؤ. پۀ قد د پښتنو د دروند مشر باچاخان نه يوه لوېشت، د خان عبدالولي خان نه يوڅپق کم او د لوے ليکوال او سياست دان اجمل خټک سره بېخي يوشان ؤ. د وفات پۀ ورځ ئې چې اجمل خټک صېب په قبر تقرير کولو نودا خبره ئې کړې وه چې زۀ کابل ته د مهدي شاه باچا په جامو کښې تلے وم ولې چې زما او د دۀ قد یو هومره وو۔ پۀ سياسي ، علمي او فکري لحاظ هم دغه شان ؤ. د بدن لوړوالے به ئې ورسره د مضبوط والي پۀ وجه ښکلے ښکارېدلو. د مخ کاسه ئې ډکه او متوازن وه. اوچته پوزه، مناسبې سترګې او تر اخره ئې ګڼ وېښته وو چې شا ته به ئې پۀ يو خاص انداز اړولي وو. پۀ جامه پېزار برابر ؤ. قراقلۍ ټوپۍ به ئې همېشه پۀ سر وه چې د هغۀ شخصيت به ورسره باوقاره ښکارېدلو. د خبرو او تقرير انداز ئې هو بهو د باچاخان غوندې ؤ. بحث کښې به ئې پۀ چا د حاوي کېدو کوشش نۀ کولو. پۀ داسې نرمه لهجه کښې به ئې خبرې کولې چې يو ځل به ورسره چا څو خبرې وکړې نو د هغۀ د شخصيت پۀ سحر کښې به ونښتو. د هر قسمه مصنوعيت نه پاک ؤ چې څۀ به ئې پۀ زړۀ وو هغه به ئې پۀ خلۀ وو. د شاعرانو، ليکوالو نه علاوه به ورله دفتر ته د کلي علاقې سياسي، سماجي ، مشران، نور خواران، غريبانان او حاجت مند راتلل چې چا له به ئې سفارشي خطونه ليکل، چا د پاره به ئې ټيلي فونونه کول او ځنو سره به خپله تلو.

    د مهدي باچا نوم ما ډېر وړاندې اورېدلے ؤ ولې چې هغه زمونږ د کلي علاقې سره د نزدې کلي سیدونکے ؤ۔ د يو سياسي کارکن، صحافي او ليکوال پۀ توګه مشهور ؤ. کله چې ما د کالج پۀ وختونوکښې کال ١٩٨٢ز کښې ليکل شروع کړل او ورسره بۀ مختلفو ادبي ټولنو ته تلم نو د نورو سره سره د مهدي باچا د مقام او مرتبې نه هم خبر شوم. بيا مې د دۀ دوه درې د افسانو مجموعې مې هم ولوستې نو د دۀ يو خيالي تصوير د دغه ليکونو پۀ بنياد ما پۀ خپل تصور کښې جوړ کړے ؤ. دغه موده کښې به ((قيادت)) رساله چاپ کېدله چې ما به اکثر د سټال نه اخستله خو دوه څلور کاله پس ته يو ځل رساله نۀ وه راغلې نو سټال والا راته ووې چې ګور ګټهړۍ تحصيل سره د دې دفتر دے، هلته ورشه. زما ذهن ته راغله چې مهدي شاه باچا به هم ووينې او د رسالې تپوس به هم وکړم خو چې ورتلم نو پۀ لاره تحصيل سره نزدې يوې نائي خانې ته ورغلم، سرسنت مې برابرول څۀ ګورم چې دغلته يو مشر ناست دے. اخبار ئې لاس کښې نيولے دے او د نايانو سره ګپ لګوي. خو ما پۀ دغه لس شل منټه کښې وليدل چې دا خوږ او دروند مشر د يوکم عمره نائي چې پۀ شکل صورت ښائسته ؤ. خبرې ډېرې پۀ غور اوري. بيا ډېر پۀ نرمه او پسته لهجه کښې ورته جواب ورکوي. اکثر مخاطبه ورته داسې کوي چې ګلابه خبره دا ده او يا ګلونو داسې چل دے وغېره وغېره. ما زړۀ کښې ووې پکارده چې مهدي شاه باچا داسې شخصيت وي لکه څنګه چې دا مشر دے. د قيادت رسالې دفتر ته ورغلم خو باچا نۀ ؤ ، البته رساله مې ترلاسه کړه. بيا څو ورځې پس ورغلم نو هم باچا سره ملاقات ونۀ شو. خو چې پۀ لاره چوک يادګار طرفته تلم نو هغه دروند خوږ مشر مې هغه نائي خانه کښې توکلي غوندې وليدلو او بيا مې زړۀ ته راغلل چې مهدي باچا داسې شکل والا سړے پکار دے. خېر پۀ درېم ځل چې ورغلم نو مهدي باچا موجود ؤ. د دواړو شکلونه يو بل ته اشنا اشنا ښکاره شول. هډو هم هغۀ رانه تپوس وکړو چې ما او تا چرته وړاندې ليدلي دي. ما ورته سم د ټکه ووې باچاجي پۀ دغه نزدې نائي خانه کښې مو ليدلي وو. هغه وخت مو تور قراقل پۀ سر ؤ او اوس نسواري دے. دې سره باچا مسکے شو خو لطيف وهمي او پرېشان داودزي دواړو پۀ زوره وخاندل. باچا جي دوه څلور منټه پس ته څۀ حاجت له پاڅېدو او د کمرې نه بهر شو نو لطيف وهمي صېب راته ووې، مهدي باچا اکثر وزګار وخت کښې دغلته وي، مونږ ته پته وي خو چاته ئې نۀ شو ښودلے ولې چې دغه ځاے د ناستې د پاره مناسب نۀ دے.

    خداے شته پۀ دې خبره زۀ حېران شوے وم چې واقعي دومره لوے ادبي او سياسي شخصيت له نائي خانو کښې ناسته نۀ ښائي خو وروستو راته معلومه شوه چې د مشرقي ملکونو اکثر لوے لوے شخصيات چې پۀ کښې عالمان، مشائخ، سياست دانان او ليکوالان پۀ خاص توګه شامل نائي خانه پسند او مذکرپسند وو او دي.

    تاريخ کښې هم داسې ډېر واقعات شته. عالمانو د شاګردانو او پيرانو د بالکو پۀ شکل کښې دغه روايت برقراره ساتلے دے. نوموړي شاعر او اديب سعدالله جان برق ته پۀ دې حقله ډېر معلومات حاصل دي. د هغوي نه مې څو څوځله پۀ دې حقله محققانه خبرې اورېدلي دي او پۀ خپلو ليکونو کښې مې هم ډېر د نامې جامې شخصيات ذکر کړي دي چې پۀ کښې د نائي خانو ذکر شته او د ځان پۀ شمول ئې د مهدي باچا نوم هم پۀ خاص توګه اخستے دے. برق صېب تر دې ليکلي دي چې يو بزرګ د قيقي بلخي چې ډېر لوے شاعر ؤ، د فردوسي نه وړاندې ئې شاه نامه ليکلې وه چې اکثرې حصې ئې اوس هم د فردوسي پۀ شاه نامه کښې شته خو دے بې وخته شهيد کړے شوے ؤ. دا بزرګ او لوے شاعر د هغه هلک خپلوانو شهيد کړے ؤ د کوم پۀ مجاز کښې چې هغۀ د حقيقت شراب څښکل غوښتل۔

    برق صېب يوځاے دومره جذباتي شوے دے چې ليکي: شاعر يا بزرګ به وي او طفل پسند به نۀ وي؟ ناممکنه ده؛ نو مهدي باچا پۀ دغه پېمانه پوره ؤ چې عالم، شاعر او بزرګ درېواړه وو.

    زۀ افسوس کوم چې د مهدي شاه باچا کومه تفصيلي مرکه ما کړې وه هغه رانه بې درکه شوې ده او د کوشش باوجود هم پۀ لاس رانغله خو د حافظې پۀ زور او ځنې ياداشتونو نه چې ما وخت پۀ وخت ځان سره نوټ کړي وو دا ليک کوم ګنې نو ډېرې ناوياته خبرې به مې ليکلې وې.

    قيادت رسالې ته به کله کله ملاقات له ورتلم چې دغلته به هم اکثر شاعران، اديبان راغونډ وو. لطيف وهمي او پرېشان داودزے صېب به مستقل دغلته وو. او باچاجي سره به ئې د رسالې پۀ تيارۍ کښې لاس امداد کولو.

    سيدرسول ناڅاپه صېب د باچاجي د علاقې بخشو پل اوسېدونکے شاعر ؤ چې هغه به هم کله کله راتلو خو هغۀ به د کوشش باوجود هم مهدي شاه ته مهندي شاه وئيلو. ما ورته دوه درې ځله خبردارے ورکړو چې کۀ باچا واورېدل نو خفه به شي خو هغۀ به بيا هم ورته مهندي شاه وئيلو. يوه ورځ زۀ حېران شوم چې مهدي باچا خپله ناڅاپه صېب ته ووې کۀ ډاکټر فضل دين خټک صېب له لاړې نو ورته ووايه چې مهندي شاه درته سلام وئيلو. کله چې ناڅاپه صېب رخصت شو نو ما ورته ووې باچا ما سره خوډېر غم ؤ چې ناڅاپه صېب ستاسو نوم سم نۀ شي اخستے او تاسو ورته غصه نۀ شئ. پۀ خندا کښې ئې ووې اکثر زمونږ د علاقې نور نالوستي خلق هم ماته د مهدي شاه پۀ ځاے مهندي شاه وائي خو دا نوم په ما ښۀ لګي ځکه مهندي نکريزو ته وائي او نکرېزې سرې وي. زۀ هم سور پوش يم نو پۀ مهندي شاه باندې خوشحالېږم. دې نه پس به ورته ما هم مهندي باچا وئيلو. کله چې مهدي شاه باچا د “شهباز” اخبار او “پښتون” رسالې ايډيټرشو نو نذر باغ فلېټس کښې دفتر ؤ چې يو خو دا ځاے پۀ جي ټي روډ ؤ بل ورته تګ راتګ اسان ؤ نو کۀ روزانه نۀ وي پۀ دوېمه او درېمه به ضرور ورتلم چې دغلته به اکثر وختونو کښې ډاکټر اسرار، مفلس دراني، ودود اشنغرے، قمر زمان قمر نړيوال او نور ګڼ ليکونکي راتلل؛ ادبي، سياسي او علمي بحثونه به کېدل چې ما غوندې مبتدي د پاره پۀ کښې ډېر اهم علمي معلومات وو. مرتضٰي خان شاهين او لطيف وهمي صېب به ورسره د معاونينو پۀ توګه کار کولو.

    د باچا کمره کښې يو غټ ائيرکنډيشن لګېدلے ؤ چې شور به ئې ډېر کولو خو يخه خوا به ئې ډېره کمه وه البته ورتلونکي بنده ته به ګرمۍ کښې دا احساس ضرور کېدلو چې اوس ساعت پس ته به کمره يخه شي خو داسې به کله هم نۀ کېدله بلکې څۀ وخت پس ته به هغه ائيرکنډيشن چلېدلو خو هوا به ئې یخه نۀ وه. کله خو به داسې وشول چې څوک به بهر نه راغلو نو او به ئې وئيل دا ور خلاص کړئ چې يخه هوا دې کمرې ته راشي. باچا به کله کله خندا کښې ووئيل دا ائيرکنډيشن هم لکه زما دے چې پۀ وجود غټ پټ دے خو نوره ئې خوند مزه نشته.

    د مهندي شاه باچا د قول مطابق هغه د وړوکوالي نه سورپوش ؤ. پلار نيکۀ ئې عالمان وو. نيکۀ ئې د داودزو د علاقې قاضي ؤ.

    پلار ئې سيد عبدالتواب شاه يو منلے شوے عالم ؤ خو د ملاتوب پۀ ځاے ئې خپله زمينداري کوله او طالبانو ته به ئې سبق ښودلو. داسې هم شوي دي چې تواب شاه باچا به پټو کښې ګوډ چاري کوله او طالبان به ورته کتابونه پۀ لاس د پټي پۀ پوله ناست وو. مهدي شاه باچا هم پۀ داسې حال کښې د پلار نه سبق وئيلے ؤ چې د پلار سره به ئې د پټو کار کولو او سبق به ئې وئيلو. د دې نه وروستو رفيع الاسلام مدرسه کښې او بيا دارالعلوم سرحد نه فارغ شو چې سند ئې د څوارلسم برابر ؤ. د پلار ئې دا ارمان ؤچې خپل زوے الازهر يونيورسټۍ ته د علم حاصلولو د پاره ولېږي خو دا ارمان ئې پوره نۀ شو.

    د مهدي باچا پلار د جمعيت علما هند عهدېدار ؤ چې دوي د خدائي خدمتګارو سره يو وو. نو باچا هډو پۀ ماشوم والي سور پوش ؤ او تر مرګه تر دغه تحريک سره تړلے ؤ. وروستو نېب کښې د ضلعي ډپټي جنرل سېکرټري هم پاتې شوے ؤ.

    پۀ عملي سياست کښې د برخې اخستو پۀ وجه څو څو ځله د جېل د تورو تمبو شاته شوے ؤ. وخت پۀ وخت د ملک مختلفو جېلونوکښې پاتې شوے ؤ او د جېل ټوله موده به ئې تقريباً پينځۀ کاله جوړېږي. د قېد او بند دا تکليفونه ئې د ايوب خان او بهټو پۀ زمانه کښې تېر کړي وو. پۀ کال ١٩٦٢ز کښې ئې خپلې مور بي بي ته د جېل نه يو خط ليکلے ؤ او پۀ هغې کښې ئې ليکلي وو چې کال نيم پس ته مې پۀ صحيح معنو کښې د اسمان ستوري وليدل. هر چرته چې جېل کښې ؤ نو قېديانو ته به ئې د قران پاک د تفسير او ترجمې ذمه واري ترسره کوله او يا به ئې نور ليکل کول. د سورة فاتحه تفسير ئې هم د دغه درسونو پۀ بنياد لیکلے ؤ چې وروستو بيا دوه درې واره چاپ شوے دے. دې نه علاوه هم پۀ جېل کښې د کربلا پۀ واقعاتو مشتمل کتاب ((مظلوم امام)) او شعري مجموعه ((روڼ سحر)) ليکلي وو، دا به ئې هم اکثر وئيل چې ماته د بلډ پريشر، ډېپريشن او نورې بېمارۍ د بهټو د دور جېل نه لګېدلي دي. هم دغه د جېل دوران کښې ئې کورودانې وفات شوې وه. دا د مهدي شاه باچا د مينې محبت مرکز ؤ او چې کله د جېل نه راغلو نو خپل کلي کانکولې کښې نور پاتې نۀ شو. ورسره نزدې کلي واحد ګړهۍ کښې ئې استوګنه اختيار کړه. يو ځل ترې ما تپوس وکړو چې باچا ستاسو د وخت او اوسني سياست کښې څومره فرق راغلے دے نو راته ئې ووې د باچاخان وخت يو زرين دور ؤ. هغه پۀ خپله يوه اعلٰي نمونه وه. تۀ ګوره چې کله زۀ مدرسه کښې طالب وم نو زما پلار به چې پۀ سياسي سرګرمو کښې ونيولے شو نو زۀ به ترې نۀ خبرېدم ولې چې نورو خلقو کښې باچاخان داسې جذبه پېدا کړې وه چې زمونږ د زميندارۍ کار به کېدلو. څاروي به ساتلے کېدل او ماله به ئې خرچه هم رارسوله خو زۀ چې جېلونو ته کله لاړم نو بيا خلقو کښې بدلون راغلے ؤ او دا دے تۀ ګورې چې زما بچي د اعلٰي تعليم نه محرومه شوي دي.

    باچا جي د وړومبۍ بي بي د وفات نه پس ته دوېم وادۀ کړے ؤ چې د هغې نه ئې هم څو بچي شته. يوه ورځ ئې وئيل چې ژوند کښې مې درې غلطۍ کړي دي يوه دا چې خپل کلے کانکوله مې پرېښې وه او واحد ګړهۍ ته راغلے وم. بل دا چې دوېم وادۀ مې کړے ؤ او درېم دا چې زيات وخت مې عملي سياست له ورکړے ؤ. حالانکې باچاخان ما او اجمل خټک ته څو څو ځله وئيلي وو چې تاسو دواړه د عملي سياست نه قلار شئ. خپل د ليک لوست کار کوئ نو مونږه په یو وخت دواړه کارونه کول خو هغه شان کردار مو ترسره نۀ کړے شو لکه څنګه چې پکار ؤ.

    مهدي باچا کۀ څۀ هم د بلډ پرېشر مريض ؤ خو کباب ئې ډېر خوښ وو او کۀ چا به ئې نوم واخستو نو بس بيا به نۀ شو ټينګېدلے. د فردوس بازار جليل کبابي او د بخشو پل ټول کبابيان ئې پېژندل او چې به ئې څوک ورولېږل نو ډېر خاص کباب به ئې ورله پخول. د کبابو پېژندنه کښې ډېرماهر ؤ . کله کله خو به چې ډېر جوش کښې راغلو نو دا دعوه به ئې هم کوله چې کۀ زۀ ليکوال او صحافي نۀ وم نو ښۀ کبابي به وم او ټول ملک کښې به زما د کبابو درز خور ؤ. دوه درې ځله ئې وعده کړې وه چې زۀ به درباندې د خپل لاس جوړ کړي کباب يوځل خورم خو دې ته سم شوے نۀ ؤ ولې چې کور والا ته ئې پته وه چې کباب باچا له ښۀ نۀ دي خو هسې به مو ورته کله کله يادول چې باچا ستا د کبابو ارمان به ګور ته يوسو نو پۀ خندا به ئې ووئيل څۀ وکړم د کور خلق مې اجازت نۀ راکوي او دا بهر هم خوراک پۀ پټه کوم ولې چې ډاکټرانو راته وئيلي دي چې تاله کباب خوړل داسې دي لکه زهر چې خورې.

    مهدي باچا پۀ داسې کورنۍ کښې سترګې پرانستې وې چرته چې ټول نر ښځې عالمان وو. پلار، مور او کورودانې ټول ئې شاعران هم وو. ځکه نو د ماشوم والي نه ئې شاعري پۀ خټه کښې اغږلې شوې وه خو باقاعده د شاعر پۀ توګه ئې ګړهي شاه محمد کښې کېدونکې طرحي مشاعره کښې برخه اخستې وه چې طرحه ئې دا وه ۔

    “مسلمانان به پۀ جهان بيا سرداران وويني”.

    دغه وخت د مهدي شاه باچا پۀ قول د دۀ عمر اتلس کاله ؤ. ولې زياته فائده بيا دۀ ته د اولسي ادبي جرګې نه رسېدلې وه چې د ادب لوے لوے استاذان لکه دوست محمد کامل، اميرحمزه شينواري، کاکاجي صنوبر حسېن مومند او نور موجود وو. باچاجي د اولسي ادبي جرګې پۀ اهمو عهدو پاتې شوے دے۔ دغلته ئې وخت پۀ وخت خپل تخليقات نظم او نثر تنقيد ته وړاندې کړي دي. د صاف ګوئۍ ئې دا حال ؤ چې يوځل ئې وئيل ما افسانې نۀ پېژندلې خو ليکل مې شروع کړل. بيا وروستو پۀ اولسي ادبي جرګه کښې څۀ لږ ډېر پوهه شوم خو د افسانو د ليک ابتداء مې وړاندې کړې وه. د سياسي افسانو پۀ حقله ئې يوه ورځ ووئيل چې يوځل اولسي ادبي جرګه کښې اجمل خټک يوه افسانه وړاندې کړې وه چې عنوان ئې ((دوه جهنډې )) ؤ ۔ دا پۀ سیاسي موضوع لیکلې شوې افسانه وه نو زۀ د هغې نه متاثره شوم او ما د خدائي خدمتګارانو پۀ ژوند او دوي سره پۀ کېدونکو زور زياتو افسانې ليکل شروع کړل.

    زما غرض صرف د خدائي خدمتګارانو تاريخ پۀ دې طريقه خوندي کول وو. او دا خبره درته پۀ صفا ټکوکښې کوم کۀ ما ته څوک ووائي چې تۀ د افسانې پۀ فن يوه مقاله وليکه نوکېدے شي چې زۀ يوه معياري مقاله ونۀ ليکلے شم. البته د مشرانو نه د زدکړې او تجربې پۀ بنياد افسانې ليکلے شم. مهدي باچا کۀ څۀ هم شاعري او نثر نور ډېر ليکلے دے خو د افسانو پۀ حواله د ټولو نه زيات شهرت لري ځکه نو د خپل وخت ټولو ليکوالو د ټولو نه لوے افسانه نګار ګڼلے ؤ تر دې چې د پښتو افسانې پلار ئې ورته هم وئيلے دے.

    ډاکټر محمد اعظم اعظم صېب نه مې څو څو ځله اورېدلي دي چې مهدي باچا ته د پښتوافسانې پلار او امام وئيلے شو. ولې اعظم صېب به ئې ورسره پۀ افسانو دغه يو اعتراض لرلو چې د مهدي باچا افسانو کښې غټ نقص دا دے چې د حد نه زيات سياسي خيالات افسانه کښې ځايوي ځکه افسانې ئې د فن پۀ تله کمزورې کېږي.

    اعظم صېب پۀ خپل کتاب “پښتو افسانه” کښې د مهدي باچا پۀ افسانه نور هم ځنې غېر ضروري اعتراضونه کړي وو چې نورو ليکوالو ته بې ځايه ښکارېدل او دا هم ورته معلومه وه چې اعظم صېب باندې د باچاجي څومره احسانات دي۔ پۀ هلکوانه ئې د دۀ څومره ډاډګيرنه او حمايت کړے دے. خو مهدي باچا ډېر پۀ پراخه د هغۀ تنقيد قبول کړے ؤ او دوه څلور واره ترې ما اورېدلي وو چې دا اعظم صېب ته حق حاصل دے چې په ما تنقید وکړي۔ زما غلطو او کمزورو ته ګوته ونيسي.

    د باچاجي د شاعرۍ ايکي يو کتاب (( روڼ سحر)) چاپ ؤ چې زياتره پۀ کښې نظمونه وو خو پۀ وروستي وخت کښې ئې ځينې غزلونه هم ليکلي وو چې د ښۀ معيار وو او څو څو ځله ترې ما او نورو اورېدلي وو.

    صحافت د مهدي باچا د ژوند يو بل اهم اړخ دے چې دا ئې پېشه وه او ټول عمر ئې دې کښې کار کړے ؤ. د دې شروع ئې کال ١٩٥٣ز کښې د ((ترجمان افغان)) نه کړې وه۔ دې نه وروستو ((انجام))، ((شهباز)) او پۀ اخره ((کسوټي انټرنېشنل)) کښې پاتې شوے ؤ. کسوټي انټرنېشنل ئې اخري ورځپاڼه وه. دا درې ژبو کښې چاپ کېدونکے اخبار ؤ او زۀ پۀ کښې د پښتو برخې ايډيټر وم چې د وفات نه څو مياشتې مخکښې ئې دې کښې د پښتنو پۀ شخصياتو مضمونونه ليکل ځکه زۀ ځان خوش قسمته ګڼم چې د مهدي شاه باچا غوندې شخصيت مونږ سره کار کړے ؤ او هم دغه دوران کښې وفات شوے ؤ. دې نه وړاندې ئې د پښتو پۀ څو مجلو لکه ((رهبر)) ((غنچه)) ، قيادت او ((پښتون)) کښې کار کړے ؤ چې د قام د بېدارۍ او مسئلو پۀ لړکښې ئې ډېرې ښې اداريې مضامين، مقالې او طنزیه، مزاحیه کالمونه ليکلي وو. د خپل اصلي نوم نه علاوه به ئې وخت پۀ وخت پۀ فرضي نومونو هم کالمونه ليکل چې دهغې تفصيل دا دے. مولانا عبدالجليل، راز پېښورے، سودائي، ميم شين ميم، ميم ميم شين، خېرے کاکا، لېونے او عمرعيار.

    د باچاجي سره د ډېرو ملاقاتونو ټولې خبرې کۀ ليکم نو قيصه به ډېره اوږده شي ولې چې هغه ډېر خبر لوڅ، محفل ارا او عالم سړے ؤ. د خبرو او تقرير انداز ئې ډېر زړۀ راښکونکے ؤ او بنده به وئيل چې بس دے لګيا وې خبرې ئې کولې او ما اورېدلې ځکه خبرې ئې ډېرې علمي، معلوماتي او دلچسپې وې. يوه ورځ د ققنس مارغۀ پۀ حقله څۀ بحث شروع شو نو باچاجي ووې ققنس يو مارغۀ دے چې دا پۀ ټول ځنګل کښې صرف يو وي. د دۀ اواز ډېر ښکلے وي کله چې دے سندرې وائي نو د ځنګل ټول مارغان ورته راغونډ شي. د دۀ پۀ مښوکه کښې پۀ زرګونو سوري وي چې د هر يو نه بېل بېل اواز را وځي. کله چې دے يو خاص عمر ته ورسي نو دے خپل راګونه شروع کړي او دا دومره اثري وي چې ورسره د دۀ پۀ بدن اور ولګي. د دۀ د بدن د ايرې نه يوه اګۍ غوندې جوړه شي او د دۀ پۀ ځاے ترې بل ققنس پېدا شي. او کله چې بيا دے هغه خاص عمر ته ورسي نو دے هم داسې ايره کېږي.

    دغه شان يوه ورځ د شوم توب او سخا پۀ حقله بحث روان ؤ نو باچاجي ووې چې عبېدالله ابن عباس (رض) ډېر مالداره او سخي سړے ؤ. ټوله مکه او خواو شا کښې د هغۀ د سخاوت شهرت ؤ. يوه ورځ چا د عبېدالله رض نه تپوس وکړو چې حضرت تاسو چرته د ځان نه زيات سخي سړے ليدلے دے هغۀ ووې او ليدلے مې دے. دا يو بدو ؤ. زۀ او زما يو غلام يو ځل صحرا ته تلي وو هلته را باندې باران راغلو نو د بدو ځاے ته ورغلو، هغۀ چې مونږه وليدلو نو اوښ ئې حلال کړو. باران جاري ؤ .سبا له ئې بل اوښ حلالولو نوما ورته ووې د دې حاجت نشته غوښه ډېره ده خو هغۀ ووې چې زۀ پۀ مېلمنو زړې غوښې نۀ خورم. ما ورته وې دا غوښه به خرابه شي. هغۀ ووې دا به مونږ ځانله اوچه کړو، تۀ بې غمه اوسه. اووۀ ورځې مونږ هلته ايسار وو او هغه بدو اووۀ اوښان مونږ له حلال کړي وو. کله چې باران ودرېدلو او مونږ راتلو نو ما خپل غلام ته ووې تاسره څومره دينارونه دي هغۀ ووې درې زره دي. ما ورته ووې دا ټول دې بدو له ورکړه خو هغۀ انکار وکړو نو د هغۀ ښځې له غلام يوړل، هغې ورته ووې مونږ پۀ مېلمنو مېلمستيا نۀ شو خرڅولے خوخېر غلام ورته د درې زره دينارونو کڅوړه دروازې سره وغورځوله او روان شو، څۀ مزل به مو کړے ؤ چې دغه بدو را ورسېدو مونږ پسې ئې چغې وهلې. د دينارونو کڅوړه ئې راوغورځوله . وې دا واخلئ زۀ دومره بې خونده نۀ يم چې د مېلمنو نه به د ډوډۍ قيمت وصولوم. حالانکې پۀ درې زره ديناره په سوونو اوښان کېدلے شول. مونږ ورته ډېر ووې چې دا رقم واخله خو اخر بدو ووې دا خپل رقم اخلئ او کۀ پۀ نېزه مو دې سينه کښې ووهم، نو دغه سړے زمانه زيات سخي ؤ.

    باچا هم ډېر سخي ؤ، کۀ وس به ئې رسېدو نو ډېر پراخه خرڅونه به ئې پۀ مېلمنو کول او ګنې دغه چائے ډوډۍ خو به ئې هر چاته وړاندې کول.

    د خوددارۍ هم پرې ختمه وه. د بيمارۍ پۀ موده کښې د دوي دعلاقې يو وزير ارباب ایوب جان باچا صېب ته وئيلي وو چې زۀ تا امريکې ته د علاج د پاره بوتلل غواړم خو هغۀ انکار وکړو او وې وئيل ارباب صېب ضمير مې اجازت نۀ راکوي چې هلته د علاج د پاره لاړ شم ولې چې ما ټول عمر دغه سامراج غندلے دے. پۀ کوم وخت کښې چې مهدي باچا ناروغه ؤ نو افضل خان لالا دغه موده کښې د پيپلز پارټۍ پۀ دور حکومت کښې وفاقي وزير ؤ. د باچاجي سره ئې زړه پېژندګلي وه نو کلي ته ئې تپوس له ورغلے ؤ او چې پاڅېدلو نو د بالښت لاندې ئې ورته پينځۀ زره روپۍ ايښې وې. کله چې دوي ووتل نو باچا د بالښت لاندې لاس ووهلو او دغه روپۍ ئې زوي له ورکړې، وې هله دا واپس ورکړه. کله چې ئې زوے بهر ووتو نو دغلته ناست يو تن چې شېر رحمان نومېدو ته ئې ووې تۀ ورښکاره شه هسې نه دا هلک روپو ته ټينګ نۀ شي او جېب کښې ئې وانۀ چوي. افضل خان لالا د روپو پۀ واپس کولو خفه شو خو باچاجي له هله ارام ورغلو چې روپۍ ئې ورته زوي واپس ورسولې.

    مهدي باچا د خپل مرګ نه وړاندې دوه وصيتونه کړي وو چې ما پۀ خپلو جامو کښې ښخ کړئ او زما د کفن کپړې چا خوار غريب له ورکړئ چې جامې ترې وکړي. او بل دا چې زما قبر مۀ پخوئ. د هغۀ ورور سيد هادي شاه باچا او د کورنۍ غړو يو وصيت ونۀ منلو چې بيا به را پورې خلق خاندي نو کفن ئې ورله راوړے ؤ. او د وصيت مطابق قبر ئې کچه پرېښے دے. د قبر د پخېدو پۀ حقله ترې چاتپوس کړے ؤ نو وئيلي ئې وو زۀ سامراج نۀ يم چې ځمکې نيسم. بل هغه عالم سړے ؤ نو پۀ دې خبره هم پوهېدلو چې ګڼو احاديثو کښې د قبرونو د پخولو نه منع راغلې ده.

    دمهدي باچا ګڼ کتابونه د هغۀ پۀ ژوند چاپ شوي دي. “د سورة فاتحه تفسير”، “مظلوم امام”، “روڼ سحر” او دې نه علاوه ئې د افسانو شپږ مجموعې “نشان”، “د بوډۍ ټال”، “پت”، “لاله ګلونه”، “تور داغونه” او “د قيامت نخښه” پۀ نومونو چاپ شوي دي. د ټولوچاپ افسانو شمېر ئې ٨٤ دے. دې نه علاوه ډېر ناچاپه کتابونه ئې د مسودو پۀ شکل کښې کورنۍ سره پراتۀ دي.

    نن کۀ څۀ هم مهدي باچا پۀ مونږ کښې نشته خو نۀ صرف د هغۀ ژوندي ليکونه او يادونه شته او تل به وي بلکې يو نمسے ئې سيد ياسر علي شاه ياسر صېب دے چې د مهدي باچا د افسانې روايت مخ پۀ وړاندې بيائي. پۀ ګور ئې نور شه.

  • پاکستان او فکري تضادات

    پاکستان او فکري تضادات

    پاکستان او فکري تضادات

     

    زمونږ د ملک ديني عالمان او خطيبان “اساس پاکستان” يا د پاکستان بنياد اسلام ګڼي او پۀ دې يقين لري چې د ګړدې نړۍ مسلمانان يو ملت دے. ټول مسلمانان وروڼه وروڼه دي، د عالمانو تحقيق دا دے چې د دوېم خليفه حضرت عمر فاروق رضي الله عنه د خلافت پۀ دور کښې د اسلام رڼا مکران ته رارسېدلې وه.

    د ” قيام پاکستان” بنياد پۀ “دو قومي نظريه” ؤ يعنې هندوستان کښې دوه لوے قومونه دي. هندو او مسلمان… د دوي عقيده او ژوند ژواک د يو بل نه بېخي جدا دے. د دې نظريې علمبردارانو کښې سر سيداحمد خان، علامه محمد اقبال او قائداعظم محمد علي جناح شامل وو. پۀ 31 مارچ 1940ء لاهور منټو پارک کښې د ال انډيا مسلم ليګ يوه جلسه د محمد علي جناح صدارت کښې وشوه. دې کښې د هندوستان د مسلمانانو د پاره د يو جدا مملکت قائمولو پۀ وړومبي ځل صفا غوښتنه وکړې شوه. او يو قراداد منظور کړے شو، دا اول پۀ “قرار داد لاهور” بللے شو. دوه کاله پس د قائداعظم پۀ وېنا “قراردا پاکستان” نوم ورکړے شو. د دې نوم پس منظر هم غور طلب دے.

    علامه محمد اقبال پۀ کال 1930ز کښې “خطبه ء اله اباد” کښې تجويز ورکړو چې د هندوستان شمال مغربي سيمو کښې چرته چې د مسلمانانو اکثريت دے هلته دې د مسلمانانو ځانله يوه صوبه او حکومت جوړ کړے شي چې دوي پۀ کښې د اسلامي نظام تجربه وکړے شي.او د دين اسلام مطابق ژوند تېروي۔ دا به د هندوستان وفاق کښې شامله وي. خواه کۀ پۀ هندوستان د برطانيي تسلط وي يا د نور چا. ورپسې کال 1933ء کښې لندن کښي د کېمبرج پوهنتون د شاګردانو يونين جنرل سېکرټري چودهري رحمت علي يو پمفلټ چاپ او خور کړوNOW OR NEVER…. پۀ دې کتابچه دستخط کوونکو کښې اسلم خان خټک او د چارسدې عنايت الله خان هم شامل دي. دوي هندوستان کښې د مسلمانانو د اکثريتي صوبو يو وفاقي نقشه او خاکه پېش کړې ده. نوم ئې ورله “پاکستان” ايښے دے. او تشريح ئې داسې کړې ده پ= پنجاب ا= افغان صوبه۔۔۔۔۔افغانيه ک= کشمير س= سندهـ، تان = بلوچستان۔۔۔۔ دې کښې د مشرقي بنګال يعنې مشرقي پاکستان ۔۔۔۔يا۔۔۔۔ اوسني بنګله دېش ذکر نشته.

    عجيبه دا وشوه چې د هغه وخت ( 1934ء) مسلم ليګي قيادت د دي ترديد کړے ؤ چې د مسلم ليګ د کېمبرج هلکانو دې سکيم سره څۀ تعلق نشته تردې چې د علامه اقبال پۀ يو کتاب د تبصرې کولو پۀ وخت يو انګرېز تهامپسن علامه صاحب ته د پاکستان د سکيم باني وليکلو نو علامه اقبال ورته فورا “وضاحتي خط ولېږلو، نۀ صرف ترديد ئې وکړو بلکې دې ته ئې غلطي۔۔۔۔MISTAKE وئيلي دي او پاکستان سکيم سره ئې د لا تعلقۍ اظهار وکړو. دا خط علامه محمد اقبال۔۔۔۔د لاهور نه پۀ څلور مارچ 1934ء Mr THOMPSON ته لېږلے ؤ، خط کښې ورته ليکي۔۔۔

    ” ګرانه تهامپسن۔۔۔۔۔زما پۀ کتاب ستا تبصره ما اوس تر لاسه کړه، دا ډېره سپېځلې ده او تا چې زما پۀ حقله د ښو خيالاتو څرګندؤنه کړي ده. د هغي مننه کوم خو تا يوه غلطي کړې ده، هغه درته پۀ ګوته کول غواړم، ځکه چې دا زۀ يوه سنجيده معامله ګڼم. تا ماته د “پاکستان” نومې سکيم باني وئيلے دے. ما چې خپله خطبه کښې تجويز وړاندې کړے ؤ، دا ؤ چې د مسلمانانو يوه صوبه دې قائمه کړے شي شمال مغربي هندوستان کښي يوه صوبه چې د مسلمانانو د ابادي پۀ کښې غلبه اکثريت وي، او زما پۀ سکيم کښې به دا نوې صوبه د تجويز شوي هندوستان فېډرېشن يوه حصه وي، د پاکستان د سکيم تجويز خو د مسلمانانو د صوبو ځان له جدا فېډرېشن دے چې د يو جدا رياست پۀ توګه نېغ پۀ نېغه انګلستان سره اړه لري، دا سکيم کيمبرج کښې جوړ شوے دے”.

    علامه محمد اقبال مسټر تهامپسن ته جولايي 1934ء کښې يو بل خط کښې ليکلي دي “پنجاب۔۔۔۔سندهـ۔۔۔۔صوبه سرحد درې واړه صوبې که يو ځاے شولې نو دابه د انګلستان هندوستان او اسلام پۀ خېر تمام شي”.

    (د زيات تفصيل د پاره د عبدالولي خان کتاب ” باچاخان او خدائي خدمت ګاري“ وړومبنے ټوک“ ؤګورﺉ ).

    بل خوا چې 1942ز کښې قائد اعظم د قرارداد لاهورپۀ ځاے قرارداد پاکستان اعلان وکړو او وې وئيل چې د مسلمانانو جدا مملکت قائم شي، څه نوم خو به ئې وي کنه، نو بس پاکستان غوره نوم دے، نو دا پۀ يو ډؤل د چودهري رحمت علي د ”پاکستان کيمرج سکيم ومنلے شو۔۔۔۔۔او کال 1971ز کښې چې پاکستان دوه ټوټې شو او د مشرقي پاکستان نه ازاد مملکت بنګله دېش جوړشو نو د پاتې مغربي پاکستان يا نوي پاکستان نقشه هغه شوه کومه چې د انګلستان کېمبرج کښې چودهري رحمت علي او د هغۀ ملګرو پۀ NOW OR NEVER کښې تجويز کړې وه.

    پاکستان او فکري تضادات

    ( دوېم ټوک)

    د ال انډيا مسلم ليګ سياست احتجاجي او مزاحمتي هرګز نه ؤ، د دې اکابرين ټول يا اکثر د انګرېزانو خطاب يافته معتبر خلق وو. دوي به هندوستان کښې د مسلمانانو د حقونو مطالبه کوله خو د خپلو مطالبو د پاره ئې پېرنګي سره ښکر نۀ اړامولو۔۔۔۔۔۔ پۀ 23 مارچ 1940ز کښې چې مسلم ليګ پۀ هندوستان کښې د يو جدا مملکت قائمولو مطالبه وکړه، قرارداد لاهور۔۔۔۔ثم۔۔۔ قرارداد پاکستان ئې منظور کړو نو قيادت ئې محمد علي جناح صاحب کولو۔۔۔۔ دغه وخت د ازادۍ منزل رانزدې شوے ؤ۔۔۔۔ ال انډيا کانګرس د ټول هندوستان نمائنده جماعت ؤ۔۔۔۔ د مسلمانانو سياسي جماعتونو۔۔۔ جمعيت العلماء هند۔۔۔۔ جماعت احرار۔۔۔ او بالخصوص د باچاخان خدائي خدمت ګار تحريک کانګرس سره ملګري وو۔۔۔۔ دوي د ټول هندوستان ازادي غوښتله او د تقسيم خلاف وو. جناح صاحب د کانګرس ټوله نمايندګي نۀ منله۔۔۔۔ دا ئې د هندوانو پارټي ګڼله۔۔۔۔ او هر کله چې ټول هندوستان کښې اکثريت د هندوانو ؤ۔۔۔ نو د هندوانو د غلبه عددي اکثريت ترمخه د مسلمانانو حېثيت نۀ شو جوړېدلے. نو مسلم ليګ ئې د مسلمانانو واحد نماينده جماعت ګڼلو۔۔۔ او د جناح صاحب دا کلک موقف انګرېزانو ذهني طور قبول کړے ؤ۔۔۔۔ او کانګرس هم د ازادۍ نصب العېن تر لاسه کولو پۀ خاطر اخري نازک پړاؤ کښې خپلي قربانۍ پۀ سين نۀ شوې لاهو کولې او تقسيم چېلنج کولو کښي پاتې راغے. د کانګرس ليډرانو کښي جواهر لال نهرو او سردار پټېل دواړه خصوصاً پۀ جذباتي توګه د تقسيم پۀ فامولا دستخط کولو ته تيار شو، زما پۀ خيال دوي خپله فېصله کښې درست ځکه وو چې ګانګرس د هندوستان د ازادۍ د پاره لوے جدوجهد کړے ؤ نو اوس پۀ اخري مرحله کښې ئې د سپږې د پاره کيند نه شو سوزولے، تر دې چې پۀ ناخوالۍ سهي خو مهاتما ګاندهي هم د تقسيم پۀ فارمولا دستخط کولو ته مجبور شو. د خدائي خدمتګار تنظيم پۀ شمول د جمعيت العلما ء هند او نورو مسلمانانو رهنمايان اخلاقي طور د کانګرس د فېصلې منلو پابند وو۔۔۔۔ البته باچاخان، ابوالکلام ازاد چې د فارمولې دستخط کېدو نه وړاندې د غلط تقسيم او پاکستان پۀ حقله کوم تحفظات ښکاره کړي وو، د تقسيم نه پس د ملک تاريخ هغه حرف پۀ حرف صحيح او رښتيا ثابت کړل.

    پۀ هر حال د هندوستان تقسيمېدو فېصله چې ومنل شوه نو دا د قايداعظم محمد علي جناح صاحب او د هغۀ د مسلم ليګ لويه فتح او عظيمه کارنامه ګڼو چې پۀ 14 يا 15 اګست 1947ز د دنيا پۀ نقشه د مسلمانانو يو نوے مملکت پاکستان راښکاره شو. د پاکستان د رياست دوه حصې وې او د دواړو حصو ترمېنځه زر ميله فاصله وه. مېنځ کښې ئې هندوستان پروت ؤ. پنجاب۔۔۔۔سندهـ۔۔۔صوبه سرحد۔۔۔۔او بلوچستان۔۔۔۔مغربي حصه ۔۔۔۔اوس هم موجود ده۔۔۔ او دې ته پاکستان وئيلے شي۔۔۔ حالانکې دا نيم پاکستان دے۔۔۔۔ دوېمه حصه د مسلمانانو بنګال ؤ۔۔۔ زر ميله فاصله کښې ۔۔۔۔۔ دې ته به مونږ مشرقي پاکستان وئيلو۔۔۔ دا اوس د پاکستان حصه نۀ ده۔۔۔۔۔ ازاد مملکت بنګله دېش ورته وئيلے شي۔۔۔۔ کال 1971ز جنګ نه پس د پاکستان نه جدا کړے شو.

    د 1940ز۔۔۔۔۔مارچ نه۔۔۔۔۔ اګست 1947ز پورې۔۔۔۔اووۀ کالو موده کښې خپل هدف ته رسېدل او پاکستان قائمېدل يوه سياسي معجزه ده۔۔۔۔ د دې پۀ شا نور عوامل هم شته۔۔۔ خو دا حقيقت به منلے شي۔۔۔۔ چې دا پۀ ښکاره د جناح صاحب د قيادت کمال ؤ.

    د اووۀ کالو سياسي تحريک پۀ کاميابۍ کښې د ټولو نه لوے لاس دې نعرې کړے ؤ “پاکستان کا مطلب کيا؟ لا اله الا الله”،،، کو مو ديني عالمانو چې د پاکستان د تحريک مرسته کړې وه او خلقو د هغوي پۀ اواز لبېک وئيلے ؤ۔۔۔۔ دغو کښې يو څو داسي وو چي د علم او تقوي پۀ لحاظ ئې پۀ لمنو نمونځ روا ګڼلے شو۔۔۔۔ لکه مولانا اشرف علي تهانوي۔۔۔۔۔ مولانا شبير احمد عثماني۔۔۔۔ مولانا مفتي محمد شفيع۔۔۔۔۔ او د مانکي شريف پير حضرت امين الحسنات، د مانکي صاحب پير۔۔۔۔ امين الحسنات ته قايداعظم محمد علي جناح صاحب ليکلي ورکړي وو۔۔۔۔ چې پاکستان قايم کړے شي نو دې ملک کښي به شريعت محمدي نافذ کولے شي.

    (نور بيا)

  • چین او د افغانستان پنډورا بکس

    چین او د افغانستان پنډورا بکس

     

    افغانستان چې د نولسمې پېړۍ پۀ اواخرو او شلمې پېړۍ کښې به ئې د ‘بفر زون’ پۀ توګه د امپراطوریو او ریاستونو ترمېنځ د شخړو مخنیوي کوله، څلور لسیزو راهسې پۀ خپله د پراکسي جګړو ډګر جوړ شوے دےـ تاریخي توګه افغانستان ټوټې ټوټې کولو لۀ لارې د افغانستان کوم ساخت چې اېنګلو- رشین توافق لیکونو (Agreements) لۀ لارې جوړ کړے شوے ؤ، هغه داسې ؤ چې افغانستان به نړیوالو قوتونو باندې انحصار کوي او دې انحصار پۀ اړه تر سړې جګړې (Cold War) اوج وخت پورې د شوروي اتحاد او امریکا ترمېنځ لږ یا ډېر موافقت (Consensus) موجود ؤ خو چې کله ثور انقلاب راغلو نو دا توازن خراب شو او پۀ افغانستان کښې سړه جګړه پۀ تودې جګړې بدله شوه ـ بیا چې کله شوروي اتحاد له مېنځه لاړو او افغانستان سره مرسته کول بند کړې شو نو افغانستان هم سقوط سره مخ شي.

    د ډاکټرنجیب الله د مرګ نه پس څلور خنډونه دي چې لۀ کبله ئې افغانستان سیاسي استحکام نه محرومه دے. وړومبے افغانستان د بهرنیو، نړیوالو او سیمه اییز قوتونو لپاره د سټراټېجک ګټو لپاره د جنګ مېدان ګرځېدلے دے. دوېم د افغانستان دننه هره یوه وسله واله ډله پۀ دې کوشش کښې ده چې سنګ یک تنها د ریاست څښتن شي کۀ څۀ هم دا ملک د یو چا شخصي ملکیت نۀ دے. درېم افغان جهاد پۀ نتیجه کښې چون شناختي بحران رامېنځ ته شو. بېلابېل وارلارډان، جهادیان او طالبانو ډلې راغلې څوک چې هر یو د خپل بهرني قوت لپاره کرایه دار دي نو پۀ نړیواله کچه هر یو بهرنے قوت او سیمه اییز ملک د افغانستان لپاره ټولو نه غوره خواهش دا دے چې یو مستحکم (Stable) افغانستان دې وي خو د هاغه قوت یا د ملک د خوښې خپل ملګري وارلارډ، جهادي یا طالب ډلې تر واکمنۍ لاندې دې وي یعنې کۀ یو ملک خپلو ګټو لپاره یو وارلارډ واکمن لیدل غواړي نو بل ملک چرته یو سابقه جهادي واکمن پۀ توګه لیدل غواړي یا بیا یو څوک طالب پۀ افغانستان کښې واکمن لیدل غواړي. څلورم چون پۀ نړیواله کچه د افغانستان واکمنۍ پۀ اړه موافقت (Consensus) نشته نو هر یو بهرنے ملک او قوت بیا تر ټولو ناوړه خواهش افغانستان لپاره دا دے چې افغانستان دې خېر دے د دۀ دښمن ملګرې ډلې تر واکمنۍ لاندې دې وي خو افغانستان دې (Unstable) وي.

    زۀ دې خبرې سره اتفاق نۀ کوم چې د افغانستان غېر مستحکم کېدلو لامل د افغانستان دننه مېشت اوسېدونکو تنوع (Diversity) ده، زما پۀ نزد دا خبره هاغه خلک کوي څوک چې د استعماري قوتونو پۀ کردارونو سترګې پټول غواړي. د افغانستان اوسېدونکو تنوع (Diversity) نۀ یوازې مخکښې پۀ نسلي بنیادونو بلکې پۀ مذهبي بنیادونو هم وه او اوسېدونکو ئې قبائیلي ریښې هم لرلې خو استحکام بیا هم ؤ نو چې تر څو افغانستان پۀ اړه د بهرنیو، نړیوالو او سیمه اییز قوتونو ترمېنځ افغانستان پۀ اړه نظم، همکاري او موافقت نۀ وي پېدا شوے، افغانستان کښې جنګ نا ګزیر دے.

    پۀ نویمه لسیزه کښې د افغان ریاست سقوط نه پس کۀ افغانستان د سیمه اییز ملکونو پاکستان، روس، ایران او انډیا لپاره د شخړو مرکز ګرځېدلے دے نو امریکا، سعودي او ایران لپاره د پايپ لاینونو پۀ جال د مقابلې میدان ګرځیدلے چې اوس جغرافیائي اقتصاد مقابلې ته چین هم رادانګلي.

    چین او افغانستان یو بل سره اوږدې مودې نه ګاونډیان هم نۀ دي پاتې شوي خو پۀ کال ۱۸۹۵ کښې د لندن او سېنټ پیټرزبرګ ترمېنځ توافق لیک شوے ؤ چې پۀ نتیجه کښې ئې واخان پټۍ بفر زون جوړ شو چې اوس واخان پټۍ له لارې افغانستان او چین ترمنځ پولې سره پاکستان او تاجکستان ترمېنځ هم پوله بېلېږي.

    چین لپاره افغانستان پۀ پېل کښې هېڅ اهمیت نۀ لرلو کۀ څۀ هم افغانستان پۀ خپله د عوامي جمهوریه چین جوړېدو نه پس د چین رسمیت پۀ چټکۍ سره پۀ کال ۱۹۵۰ جنورۍ کښې پېژندلے ؤ خو چین پۀ کرارۍ سره افغانستان سره ډپلومېټکي اړیکې پۀ کال ۱۹۵۵ کښې جوړې کړې وې.چین سړې جګړې وخت کښې غېر جانبدارۍ له کبله افغانستان کښې کمیونسټ ګوندونو سره څۀ خاص مرسته نۀ ده کړې البته ساینو-انډین جګړې نه پس د هند پۀ مخالفت کښې سرکاري دورې، عدم تجاوز لوزنامې، تجارت او اقتصاد پۀ اړه توافق لیکونه وشو او دې سره سره شوروي پلوې ډلې کمزورولو لپاره شعله جاوېد مرسته هم جاري وه. پۀ دې اړیکو کښې تودوالے پۀ اوومه لسیزه کښې پېل شو چې کله داود خان راغلو، ثور انقلاب راغلو، او بیا حفیظ الله امین راتګ پورې چین افغانستان پۀ اړه د تذبذب ښکار ؤ چې ايا د افغان حکومت رسمیت وپېژندل شي او کۀ نه؟ دې تذبذب پسې د چین شوروي اتحاد مداخلت وېره وه خو چې کله شوروي اتحاد پۀ دسمبر ۱۹۷۹ کښې پۀ امو سیند افغانستان ته راپورې وتو نو چین لۀ تذبذبه راووتو او چین لپاره اوس افغانستان شوروي ضد سټراټېجک مرکز جوړشو، افغان جهاد پېل شو، د پښتونخوا مزدور کسان پارټي او افغانستان کښې پرو-بېجنګ ګوندونو هم شوروي ضد جګړې کښې برخه واخسته او چین د امریکې او پاکستان پۀ وېنا افغانستان کښې د ګوریلا جګړې لپاره د وسلې رساند شو. پۀ دې جګړه کښې به چین کراچۍ بندرګاه لۀ لارې وسله پاکستان ته رارسوله چې پاکستان به بیا پۀ خپله دا وسله جهادي ډلو کښې تقسیم کوله ولې چې پاکستان نۀ غوښتل چې چین پۀ جهادي ډلو اثرانداز شي البته چین د پاکستان نفوذ ختمولو لپاره پۀ افغانستان کښې شعله جاوېد ډلې او تاجکو ته مستقیمه توګه وسله ورکوله.

    پۀ فروري ۱۹۸۹ کښې د شوروي اتحاد اخیرنے پوځي لۀ افغانستانه ووتو، چین د ډاکټر نجیب الله حکومت سره پۀ پېل کښې اړیکې لرلې خو لږ وخت کښې افغانستان کورنۍ جګړې سره مخ شو نو چین پۀ نویمه لسیزه کښې له کابله غېب شو. د طالبانو وخت کښې چین د افغانستان نه نظریاتي او پۀ سنکیانګ کښې سېکیورټي خطر لیدو. چې کله پۀ نېروبي او دارالسلام کښې د امریکې پۀ قونسلګرۍ القاعدې برید وکړو نو چین پۀ اقوام متحده سیکیورټی کونسل کښې پۀ طالبانو د پابندۍ حمایت کړے ؤ ولې چې طالبانو حکومت وخت کښې کابل او شا وخوا سیمې د القاعدې سره حزب الاسلام ترکستاني ډلې او نور وسطي ایشیايي جهادي ډلو لکه اسلامي تحریک ازبکستان او ایغور جهادي کېمپونو مرکز جوړ شوے ؤ. طالبانو عالمي مشروعیت حاصلولو لپاره، امریکايي حمایت ترلاسه کولو لپاره ایران ضد عملیات پېل کړل نو چین تنهائي احساس کړله، پاکستان رامخکښې شو، پاکستان د چین او طالبانو ترمېنځ منځګړے کردار ادا کړو چې طالبانو سره اړیکو کښې به د امریکې او چین تعلقاتو کښې توازن هم پېدا شي او چین به د مذاکراتو له لارې سنکیانګ کښې جهادي ډلو مخنیوے هم وکړي. پۀ فروري ۱۹۹۹ کښې چین او د طالبانو ترمېنځ اړیکې پېل شوې، پۀ کابل، اسلام آباد او قندهار کښې سید محمد حقاني، عبدالسلام ضعیف، ملا محمد حسن اخوند، ملا عبدالرزاق اخوند زاده او ملا عمر سره ملاقاتونه وشو. طالبانو دې هرڅۀ پۀ بدل کښې له چین نه د اقوام متحده پابندیانو ختمولو پۀ لړ کښې مرسته غوښته. چین پۀ بدل کښې کندهار، هلمند او ننګرهار کښې ډنفانګ کمپنۍ له لارې پاور ګرېډونه روغ کړل او نور یو څۀ سړکونه جوړ شو، طالبانو حزب الاسلام ترکستاني يعنې ایغور جهادي ډلې ته چین پرضد بریدونه ودرولو لپاره حزب الاسلام ترکستاني ډله پۀ اسلامي تحریک ازبکستان کښې جذب کړه چې دا تاثر ختم کړے شي چې طالبانو چین ضد جهادي ډلې ته پناه ورکړې ده ـ دې جذب سره ظاهري توګه ایغور جهادي ډلې چین ضد عملیاتو پرځاے وسطی ایشیائي جهادي ډلې بڼه خپله کړه ـ چې کله پۀ مارچ ۲۰۰۱ کښې طالبانو د بدها مجسمه والوزوله نو مذهبي تاریخي اړیکو له کبله جاپان او سری لنکا سره سره چین غصه هم راوپارېده، چین یو څۀ وخت د طالبانو بائيکاټ وکړو. نویمه لسیزه ختمېدو نه پس چین پۀ افغانستان وزیر اکبر خان کښې بېرته پۀ متنازعه چاپېریال کښې ډپلومېټکي اړیکې فعال کول غوښتل او داسې ښکارېدل چې کېدے شي چین د طالبانو حکومت تسلیم کولو واله وړومبے غېرمسلمان ملک وي چې وروستو بیا پۀ ۱۱ ستمبر ۲۰۰۱ کښې د چین وفد کابل ته د یو اقتصادي او تکنیکي مرستو یاداشت لاسلیک کړو خو پۀ دې وخت کښې ناین الېون وشو.

    پۀ نړیواله کچه د طالبانو پرضد رايه جوړه کړې شوه، چین د امریکې افغانستان ته راتګ لپاره عسکري او استخباراتي کومک وکړو. ناین الېون نه پس زیاتره ملکونو بېلا بېل لاملونو له کبله طالبانو سره مرستې پۀ څرګند ډول تسلیم کولو نه ډډه کوله، چین هم پۀ دې اړه مبهم پاته شوشو. داسې ډېر ثبوتونه شته چې کۀ یو اړخ ته ناین الېون نه پس طالبانو ته چین وسله ورکړې نو بل اړخ ته چین طالبانو پۀ اړه تشویش هم لرلے. ناین الېون نه پس یو ځل بیا بيجنګ د افغانستان پۀ اړه د شکوک و شبهاتو ښکار شوے، کۀ افغانستان یو اړخ ته خطر ؤ نو بل اړخ ته افغانستان یو د معدنیاتو نه ډک قوت او چانس ؤ. چین لپاره افغانستان کښې امریکائي موجودګۍ د ترهه ګرۍ ضد معنا پرځاے جیو سټراټيجک معنا لرل چې امریکا ترهه ګرۍ ضد بیانیې پۀ جواز کښې زمونږ ضد کارونه هم پېل کولے شي نو بل اړخ ته چین لپاره لرې پرتې سیمو کښې د طالبانو موجودګي د تشویش وړ وه چې لۀ کبله ئې ناین الېون نه پس بيجنګ غېرجانبدارۍ نه کار اخستے چې ځان لپاره غېرضروري دښمنان نۀ کړي جوړ نو چین ناین الېون نه پس تر ډېر وخته احتیاط او ابهام نه کار اخستے. چین لپاره پۀ سیمه کښې د امریکې موجودګي داسې وه چې دې سره به جمهوریت پلورنې اېجنډا تر چین رارسي نو پۀ کال ۲۰۰۵ کښې چین پۀ شنګهای کواپرېشن ارګنایزېشن کښې بیان جاري کړو چې امریکا دې پۀ وسطي اسیا کښې خپلې اډې بندولو لپاره وخت متعین کړي. دا یو داسې وخت ؤ چې چین امریکې او طالب ترمېنځ نۀ غوښتل چې یو فریق دې هم جنګ وګټي او نۀ دې دواړو فریق کښې یو فریق پۀ بيجنګ ګوته پورته کړي نو چین دا حل راووباسلو چې ځان مبهم وساتل شي.

    چین قونسلګرۍ نهه کاله پس پۀ کال ۲۰۰۲ کښې یو ځل بیا خلاصه شوه. هاغه وخت کښې د افغانستان نوے جوړ شوے عبوري حکومت ته غربي مرستې نه خلاصون لپاره او تجارت ډایورسیفائي کولو لپاره د اقتصادي مرستې ضرورت ؤ او چین د لوګر ولایت عینک (Aynak) سیمې کښې انوېسټمنټ کول غوښتل کوم چې پۀ افغانستان کښې د ميس (Copper) معدنیاتو سرچینه ده. چین پۀ دې اړه معاهده هم کړې وه خو سېکورټي حالات خرابېدل، پۀ کال ۲۰۰۸ کښې اقتصادي بحران سره د میس او نور دهاتونو قیمتونه غورځېدل او لرغوني بدهائي اثار دریافت کېدو له کبله دا پراجېکټ پۀ ځاے پاتې شو. دې معاهدې ختمېدلو افغانستان ته دوه لوے زیانونه ورسول، وړومبے دا چې افغان حکومت دې معاهدې پۀ شکل کښې ۳۹۰ ملین ډالر سالانه ریونیو لیدل چې هغې له لارې سیمه کښې اوږد مهاله استحکام راتلے شو، دوېم افغانستان دا توقع لرله چې چین سره دې معاهدې له لارې مونږ چین له لارې پۀ پاکستان فشار راوستے شو چې هغوي د طالبانو مرستې نه لاس واخلي او یا طالبانو کښې ماډرېټ ډلې ته رانزدې شي.

    اشرف غني وخت کښې افغانستان د مارکیټ سره تړلو، صادرات زیاتولو، تجارت ډایورسیفای کولو او خود انحصارۍ (Self-reliance) لپاره کلیدي هڅې شوي. پۀ دې لړ کښې افغان حکومت چین سره بېلټ اینډ روډ منصوبې کښې همکارۍ لپاره د تفاهم یاداښت هم لاسلیک کړے ؤ، د چین له شرق نه وسطي اسیا له لارې تر هیراتان پورې رېل رابطه هم پېل کړې چې هغې له لارې پۀ کال ۲۰۱۹ ستمبر کښې پۀ زرګونو ټن ټالک معدنیات (Talc Mineral) چین ته هم صادر شوي. اشرف غني حکومت کښې اقتصادي سلاکار اجمل احمدي لاندې افغان حکومت صادراتو لپاره انډیا، ترکي، روس، سعوي، یوروپي یونین، قزاقستان سره سره چین ته هم هوايي کاریدار زمینه برابر کړه.

    څنګ چې ۲۰۰۱ نه پس سیمه کښې ترهه ګرۍ خطر سیاسي بدلونونه راوستي نو بل اړخ ته ئې اقتصادي بدلونونه راوستي او کیسه جفرافیائي سیاست نه جفرافیائي اقتصاد ته تللې. چین، ایران، روس، هند او پاکستان کۀ یو اړخ ته مذهبي ترهه ګرۍ نه پۀ خطر کښې دي نو بل اړخ ته پۀ هڅه کښې دي چې د افغانستان او شاوخوا سیمو له لارې نړیوال مارکیټ ته ځان ورسوي. پۀ دې هر څۀ کښې چین لېوالتیا لري چې هغه افغانستان له لارې منځنۍ او غربي سیمو کښې انوېسټمنټ او تجارت له لارې خپل اقتصاد ته وده ورکړي. د ټرمپ انتظامیې د چین بېلټ اېنډ روډ منصوبې ضد کارونو هم د افغانستان سیمه اییز توازن لپاره پیېچلتیا جوړه کړ‌ې وه، نو چین کۀ ټرمپ وخت کښې یو اړخ ته امریکائي وتلو (US withdrawal) نه پس سیمه کښې استحکام پۀ اړه فکرمند ؤ نو بل اړخ ته مستقل توګه امریکايي موجودیت هم خلاف ؤ. کۀ مونږ د امریکا، افغانستان او د افغانستان ګاونډي ملکونو ۲۰۰۱ او ۲۰۱۶ دورانیې وخت جي ډي پي تقابلي پرتلیز واخلو نو دا ښکاره کېږي چې د طاقت توازن کښې بدلون راغلے، پۀ ۲۰۰۱ کښې د پاکستان، انډیا، ایران، روس او چین مجموعي جي ډي پي د امریکايي اقتصاد ۲۴ فیصد جوړېدو، يعنې امریکا پۀ دوي څلور چنده وسایل لرل ـ ولې پۀ ۲۰۱۶ کښې هم دې سیمه اییز ملکونو جي ډی پي د امریکايي اقتصاد ۸۴ فیصد جوړېږې یعنې امریکا محض شل فيصد برتری لري. پۀ دې سیمه اییز ملکونو کښې پۀ خاصه توګه چین او هند اقتصادي وده کړې او د دې دواړو ملکونو روابط پۀ پاکستان او ایران منحصر دي، د چین صدر شي جن پنګ خپل لس کلن دور حکومت بېلټ اېنډ روډ باندې پۀ داو لګولے کوم چې د چین-پاکستان سي پېک برخه ده بل اړخ ته انډیا د ایران او افغانستان سره مشترکه ټرانزټ لار لپاره هڅې پېل کړي چې پۀ چاه بهار ایراني بندر جوړ کړے شي او هغه افغانستان له لارې د سړکونو او رېل ګاډي پۀ واسطه وسطي اسیا سره وتړل شي. ایران د چین او پاکستان نه انډیا- ایران- چین ګېس پایپ لاین لپاره دوه مېګا پراجېکټ غوښتل او بېلټ اېنډ روډ منصوبه ئې چاه بهار بندرګا سره تړل غوښتل . انډیا چین سره تعلق کښې دلچسپي لري چې چین چاه بهار او وسطی اسیا ترمنځ رېل له لارې رابطه جوړه کړي خو چې دا پراجېکټ د بېلټ اېنډ روډ منصوبې بېنر لاندې نۀ وي ولې چې انډیا پۀ سي پېک اعتراض لري چې دا منصوبه پۀ متنازع سیمې کشمیر راځي خو داسې ښکاري چې افغانستان کښې د طالبانو راتګ او انډیا د جمو او کشمیر خصوصي حېثیت ختمولو لۀ کبله پۀ افغانستان کښې د انډیا او پاکستان دښمنۍ کمېدو امکان نشته.

    طالبانو راتګ سره زياتره ملکونه ټولشموله حکومت غواړي چې ټول ملکونه د یو بل ګټو خیال وساتي خو دا یو ګران کار ښکاري ولې چې سعودي او ایران موافق کول یو پېچلے کار دے، د طالبانو هر یو سپانسر پۀ افغانستان کښې خپل خپل کرایه دار لري، کۀ سعودي حزب اسلامي لري نو ایران هزاره ګان، تاجک او یو څۀ پښتانه لري، کۀ پاکستان طالبانو دننه حقاني ډله لري نو بل اړخ ته ئې پۀ طالبان نظر ساتلو لپاره د شمالي اتحاد یو څۀ پخواني وارلارډان او سمګلران راغوښتي. هر یو ملک طالب حکومت کښې خپل خپل خطر ویني که چین ته د ایغور جهادي ډلو نه خطر پېښ دې نو پاکستان ته د ټي ټي پي نه، که انډیا ته د جېش محمد نه نو ایران ته له جېش العدل نه، امریکې ته له القاعدې نه او وسطي آسیا ملکونو ته له اسلامي تحریک ازبکستان نه خطر پېښ دے. نو دې وخت کښې بنیادي چېلنج بېلا بېل قوتونه د یو بل متضاد ګټې موافق کول دي، د هغې نه یو پېکج جوړول دي چې هاغه پېکج ټولو کردارونو ته د ‘امن’ پۀ قیمت قبول وي خو دا وېره هم شتون لري چې ‘امن’ پۀ قیمت جوړ کړے شوے پېکج بهرني کردارونو لپاره ګټور کېدے شي، افغانانو لپاره به داسې قسمه حساسیت او نازک پېکج له لارې راغلے ‘امن’ لکه د قبرستان ثابتېږي چرته چې خاموشي خو وي البته د ژوند اثار نه وي او چين دې ‘امن’ لپاره بنیادي کردار لوبونکے لیدل کېږي، روس د چین پۀ نسبت محتاط انداز کښې د ‘امن’ راوستلو عمل کښې برخه اخلي. بله خبره دا چې طالب اوس پخوا پۀ شان سختي نه شي ساتلے ګنې عالمي مشروعیت بېللو سره سره به اولسي مشروعیت هم بېلي او کۀ اقتصادي ستونځې ختمې نۀ کړې شوې نو پۀ اولسي کچه به هم خلک راپاڅېږي ولې چې د افغانستان اوسنی اولس د نويمې لسیزې نه توپیر لري، د نویمې لسیزې افغانستان اولس جګړې کښې رالوے شوے ؤ او ناین الېون نه پس پۀ دې دوه لسیزو کښې پۀ افغانستان کښې ډېر څۀ بدلون راغلے، چې طالبانو حکومت ته د اولس مشروعیت حاصل نۀ وي نو کۀ عالمي مشروعیت حاصل هم وي نو چلېدل ګران کار دے. بل حقیقت دا دے چې طالبان پۀ خپله هم نۀ شي کولے چې هغوي افغانستان کښې استبدایت (Monopoly) جوړ کړي، هغوي ټول طاقت خپل لاس کښې نۀ شي اخستے ولې چې کۀ دوي داسې کوي نو د طالبانو دننه بېلا بېلې ډلې به یو بل ګرېوانونه نیسي لکه څنګ چې ملا برادر او حقاني ډلې یو بل د اقتدار پۀ تقسیم سره ووهل. دې سره سره یو بل چېلنج چې هغه پۀ خاص توګه د پاکستان دننه مېشت ملتپاله ګوندونو ته پېښ دے چې کۀ چېرې چین سیمه اییز ملکونو ترمېنځ طالب سره موافقت جوړ کړي نو د پښتونخوا ملتپاله به نوی صف بندۍ کښې څۀ کوي ولې چې د پاکستان مذهبي ګوندونو خو مخکښې نه چین پلویتوب اعلان کړے، بل دا چې د کابل سقوط نه یو څو ورځې مخکښې د ټي ټي پي مفتي نور ولي محسود سي اېن اېن ته خپلې انټرویو کښې وئیلي وو چې مونږ اوس ټول ملک پرځاے یوازې د قبائيلي سیمو ضلعې ازاد ریاست جوړول غواړو. د ټي ټي پي دې بیان نه داسې ښکاري چې دوي اوس د القاعدې پرځاے د افغان طالبان تر اثر لاندې دي، لکه څنګ چې به القاعده پۀ ټوله نړۍ کښې خلافت غوښتو نو هغې تر اثر لاندې به ټي ټي پي پۀ ټول ملک کښې شریعت غوښتو او اوس داسې ښکاري چې دوي د افغان طالبان تر اثر لاندې خپل موقف کښې بدلون راوستے او راروان وخت کښې کېدے شي چې ټي ټي پي خپل نوی موقف لپاره د قبایلیت او مذهبي بیانیې امتزاج نه کار واخلي. بل اړخ ته د مولانا فضل الرحمن صېب ګوند فاټا انضمام ضد هلې ځلې بیا پېل کړي چې پۀ پنځلسم ستمبر پۀ اسلام اباد کښې د فاټا ‘عمایدینو’ جرګې له لارې فاټا انضمام مخالفت کړے او سپریم کورټ کښې انضمام ضد روان کېس حمایت ئې کړے، دې سره پۀ دې جرګه کښې وئیل شوي چې د سیمې معروضي سیاسي حرکیاتو باندې دې د ‘فاټا’ خلک اعتماد کښې واخستل شي. نو ښکاري داسې چې راروان وخت کښې کېدے شي ټي تي پي سره خبرو ترو لپاره د نوو ضلعو انضمام واپس کړے شي او دې لپاره د جمیعت مرسته واغستل شي کۀ څۀ هم ټي ټي پي پاکستان خلاف خپل موقف کښې نرمي نۀ ده راوستې، د دې مخنیوی لپاره باید پۀ پاکستان کښې مترقي، قامپاله ګوندونه رایوځاے شي او یو مشترکه بیانیه دې وړاندې کړې شي چې پۀ عالمي کچه نوې صف بندۍ کښې مذهبي فاشزم لپاره پېدا شوے سپېس ځاے ونیسي ولې چې کابل کښې د طالب راتګ سره به دلته مذهبي سیاست ته اکسیجن ملاوېږي.

    افغانستان چې د سترې لوبې (Great Game) وخت کښې د زار روس او برطانوی هند ترمېنځ بفر زون حېثیت لرلو، نن خپل پخوانے موقعیت برعکس د یورېشیا او جنوبي اسیا، او ختیځ آسیا او لویدیز اسیا ترمېنځ د پل موقیعت خپل کړے، افغانستان اوس پۀ سوېل کښې سي-پېک او پۀ شمال کښې چین-وسطي اسیا-غربي اسیا ترمېنځ راګېر دے او بره پرې ښاماران ګرځي.